,author,content,title 0,حقمل," پرون د خوست ولايت د يعقوبيو په ولسوالى کې په يوه وسله واله نيښته کې يو تن مړ او ٣ تنه ټپيان شوى دى . پوليسو په دې هکله پلټنې پيل کړى دى . ويل کيږي دا نيښته د دوو وسله والو ډلو ترمنځ شوې ده . د يو بل رپوټ له مخې دباک په سرحدي ولسوالى کې د يو ماين د چاودنې له امله د يوې کورنۍ دوه تنکى ځوانان مړه او دوه نور ټپيان شوى دى . ټپيان روغتون ته ليږدول شوى دى چې د يو حالت يې د اتديښنې وړ بلل شوى دى . ويل کيږي چې ماشومانو دغه زوړ ماين په ډبرو ويشتلى او وروسته چاودنه رامنځ ته شوې ده . ",په خوست کې وسله واله نيښته شوې ده . 1,حقمل," تيره شپه د يوې نيمې بجې په شاو خوا کې د لوګر ولايت د چرخ په ولسوالى د سپکو او درندو وسلو وسل وال بريد شوى دى چې درى ساعته يې دوام کړى دى . د کورنيو چارو وزارت وياند ستانکزى دابريد منلى دى او وايې چې يو څه زيان د ولسوالى ودانى او د وسلو يوې زيرمې ته رسولى دى او څوک نه دى په کې وژل شوى .ده وويل چې عمليات په سيمه کې پيل شوى دي . په لومړيو رپوټونو کې راغلي وو چې څلور تنه پوليس تري تم شوى دى ،خو اوس چارواکو ويلى دى چې دغه پوليس بيرته پيدا شوى دى . د عينى شاهدانو د خولې دولسوالى ودانۍ او د وسلو يو لوى ديپو په بشپړه توګه په دغه بريد کى سوځول شو دى . د يوبل خبر له مخې د پنجشنبې په شپه د تخار ولايت د فرخار په ولسوالى کې د وسلو په يو ديپو د يوې وسله والې ډلې غلو له خوا بريد شوى دى او يو زيات شمير وسلى يې له دغه ديپو څخه له ځان سره وړي دي . چارواکو دوه کسان په دې تور نيولى دى . ",د لوګر دچرخ په ولسوالى يو وسله وال بريد شوى دى 2,شېر ساپی - انګلستان," شېر ساپی د جنرال رحمت الله ساپي  لنډه پیژندنه   په زياته خواشينۍ مو خبر تر لاسه کړ  چې خداي بخښلي رحمت الله ساپی دهغه ناروغۍ له کبله چې ور پېښه وه له خپل پلارنی هيواد نه ليري  دمهاجرت  او پردېسۍ  پر بستر په انگليستان کي  اجل ته لبيک ووايه  . ارواښاد د ( ۷۵ ) کالو په عمر دجمعی ورځ  د  نوامبر په ۲۴  نیټه  په لندن کې خاورو ته وسپارل شو .    روح دې ښاد وي غم یو داسی نعمت دی چې قیمت نلری لنډه پیژندنه     ارواښاد  «  ساپی »  سربیره پر  پوځي او مسلکي شخصیت ، ملي  ، اسلامي او دموکرات شخصیت هم و.  « جنرال رحمت الله ساپی د شهید محمد غوث خان زوی دتګاب متولد ، دحربی ښوونځی اوبیا پیاده مسلک دحربی  پوهنتون نه د دوهم برید من په رتبه فارغ . عالی تحصیلات : شوروی ، امریکا ، انګلستان دغرنیواوپاشوټی کوماندو قواووبنیان ګذاراو قوماندان و. دمحمد داود خان په کودتا کې زاندانی بیا فراری او انګلستان ته مهاجر ، په څلورو ولایاتو ( کنړ، ننګرهار، پکتیا ، پکتیکا ) کې دملی اسلامی محاذ عمومی جهادی قوماندان دمجاهدینو دفرقې اوتعلیمی غنډ قوماندان ، وروسته بیا دقوماندانانو د سرتاسری شورا دعالی کمیسیون غړی ، دجهاد په ګټه نظامی او سیاسی موثر فعالیت و .....  (۱)د نجیب له سقوط نه وروسته دمصالحې هیئت ، د ربانی په اداره کې درې وظیفې د دولت وزیر ، د فاع وزارت معاون ، د دیسا نټ قول اردو قوماندان د اعتراض په شکل ترک او دجنګ دخاتمې اوپه هیواد کې دسولي او امنیت د تأ مین په خاطر سیا سی مبارزه »  د طالبانو په هکله  لیکي : ""  تر اوسه لا سیاست ته ځان مجبور نه ګڼی ، خو کله که مجبور شول ، هغه به ناوخته وی ، ما څوڅو واره ورته په جدی توګه یاده کړې چې دکابل دروازه په یوازې او یوازې په سیاست خلاصیږی  ""      (۲) بیا وایی :"" قادراوتوانا خدایه ! وطن مو بیا وطن کړې ، چې له وطنوالو سره خپل وطن ته ولاړشو    ( ۳) خدای بخښلي ستر جنرال سا پي په خپل هیواد،  پښتو او پښتونولۍ مین ؤ. په پښتو ژبه يې ارزښتناک کتابونه لیکلي او دپښتو ژبي خدمت ته يې ملا تړلې وه.   (۴ )دده په اثارو کي تر ټولو غوره « مسعود وپــیژنئ ؟»  او « د قدرت نمونې »  دي چې ډیر پټ رازونه پکې څرګند شوي دي چي لوستل یې ګټو ر دي   هغه دیو رئالیست لیکوال په توګه  ، دافغان ولس او خاوري ددښمنانو په مقابل کي بي رحمانه او بې امانه قلم وچلاوه . نه ستړۍ او نه هم دزمان دواکدارانوڅخه وډار شو . ارواښاد جنرال رحمت الله ساپی هغه افغان سرباز و چې راتلونکي نسلونه به يي په کارنامواو  ميړانه وياړي . (۵ )  ارواښاد یو ځوی  او دوهي  لوڼې لري  .       ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ۱ ــ  افغانستان  څنګه تباه شو ( لیکوال رحمت الله ساپی ، ص.۱۷۷ ) . ۲ ــ  و ۳ ــ  همغه اثر سریزه ، ص . ب ۴ ــ  ښاغلی ډاکټر کبیر ستوري  دخواخوږۍ  پیغام ۵ ــ ښاغلی حبیب الله غمخور د غمشریکۍ پیغام     ",د جنرال رحمت الله ساپي لنډه پیژندنه 3,," د پوهاند صديق ا لله رښتين د اوم تلين په مناسبت د سلام فرهنګي ټولني ياد ليکهغه اولسونه چي خپل وياړ پالي ، په حقيقت کي د خپل ژوند پايښت تضمينوي ، د همدې امله د پر مختللو هيوادونو د کلتوري چارو اړوندانو ته د يوې بنسټيزي دندي په توګه د خپلو اولسونود وياړونو نمانځنه ټاکل شويده . هغه شمير وياړونه چي د سيمه ايزي کچي هيوادنۍ او ملي کچي ته لوړ شي بيا يې د نمانځلو او لا ځلولو دنده د اولس په استازيتوب د دولتي او حکومتي کلتوري چارواکو دنده ګرځي ، د هيواد نامتو پوه ، د هيواد د پوهي پر اسمان وتلۍ ستورۍ خدای بخښلې پوهاند صديق ا لله رښتين زموږ د داولسونو سپيڅلۍ خدمتګار اوزموږ هيوادوالو ته يو منلۍ ملي وياړ دۍ . زموږ باور دادۍ چي د اوسني دولت او په ځانګړي توګه د هيواد د کلتوري چارواکو دنده ده چي د استاد پوهاند رښتين درنښت او نمانځنه په پر له پسې توګه د خپلي نه هيريدونکي چاري په څير په پام کي ولري ، له بده مرغه د تيرو اوو کالونو په ترځ ، او په خاصه بيا د تيرو څلورو کالونو راوروسته يوځل هم د هيواد د هغه ستر استاد او د هيواد د پوهي پر اسمان د وتلي ستوري ، ياد په ملي کچه نه دي شوۍ . چي دا بي پروايې د هيوادوالو لپاره د ژور خفګان سبب ګرځي . ښايې د کلتوري چارو يوشمير چارواکي به د هوسونو په لومه کي راګير وي او يوشمير به د پټي موخي پر بنسټ نه غواړي چي زمودږ د هيواد وياړونه تلپاتي او لا وځليږي ، هرلا ميل چي وي ، هغه به وي خو اولس ځير دۍ او هر څوک د هغه د رښتيني اعمالو پر بنسټ ارزوي .سلام فرهنګي ټولنه په داسي حال کي چي د خدای بخښلی پوهاند صديق ا لله رښتين د غمجن تلين داوومي کاليزي له امله د هغه استاد کورنۍ ، دوستانو ، شاګردانو او پلويانو ته د غمرازۍ مراتب وړاندي کوي ، او باور لري چي د هيواد منلي وياړونه او له هغو نه د پوهاند رښتين ياد به د اولسونو پر زړونو همېشنۍ وي .پريږدۍ چي د يوشمير نورو په څير دا اوسني درباريان هم خپله ريښه په تيشه ووهي . د سلام فرهنګي ټولني د مشر تابه په استازيتوب پوهنوال رسول باوريهلند _ اسن ؛ ٢٠٠٥/ ١١/٢٥  ",دريغ او درد ( د سلام فرهنګي ټولني ياد ليک) 4,," ", 5,," ", 6,," ", 7,," ", 8,نذير احمد سهار,"  د پاكستان سينمايي لوپغاړو د دغه هېواد په سيالكوټ نومې سيمه كې د كشمير له زلزله ځپلو سره د مرستې په خاطر د چندې ټولولو كچكولونه په غاړه كې واچول. د خبري سرچينو د خبر په وينا، لوبغاړو د چندې په ترڅ كې 12 لكه كلدارې راغونډې كړې او غواړي په دې پيسو سره يو نوى سوداګريز فلم جوړ او ګټه وټه يې پر زلزله ځپلو كسانو ووېشي. د مرستې ټولولو په دغه بهير كې سينمايي لوبغاړو هم خپل جيبونه ټكولي، ريشم 50 زره او شان سل زره كلدارې مرسته كړېده. د پاكستان د پروډيوسرانو د ټولنې مرستيال مشرجمشيد ظفر ويلي ريشم د پنځو لكو نورو روپيو ژمنه هم كړېده. ",له زلزله ځپلو سره د پاكستاني هنرمندانو مرسته 9, نذيراحمد سهار,"  نذيراحمد سهار پښتو فلم تر نيمې پېړۍ زيات عمر تېر كړ، خو ځان يې ددې جوګه نه كړ، چې له سيمه ييزو او يا لږ تر لږه له پښتو ډرامو سره ځان سيال كړاى شي. پښتو فلم له پيل نه تر ننه په تقليد، كليشه او انحصار كې پاتې شوى، دغه تقليد ، كليشې او انحصار پښتو فلم د مرګ كندې ته نږدې كړى دى.  په اوسمهالي پېر كې د پښتو فلمونو دغه ناكامه بهير او د فلم جوړوونكو بې غوري د پښتو فلم پر مرګ تمامېدلى شي. څو ګوته په شمېر پخوانيو فلمونو وكړاى شول لږ تر لږه پښتني ټولنې او كورنيو ته ځانونه ورسوي، خو وروستيو هغو يې پښتو او پښتون د شرم په څلي ودرول.  په افغانستان كې د پښتو فلم په برخه كې ددولت او افغان فلم بې غوري د پښتو فلم د ودې لاره ډب كړېده، پر تلويزيون د هندي فلمونه غږيزه ژباړه پر ژبه او اصلي اثر له ملنډو پرته بله هيڅ مانا نه لري، دغه ژباړه، چې نن سبا په افغانستان كې دود ده، نه يوازې دا،چې د نندارچيانو پر روحياتو بده اغيزه پرېباسي، بلكې د فلم اصلي منځپانګه هم تر ګواښ لاندې راولي.  كه لږ پښتو فلم او پښتو انځوريزې ډرامې ته ځير شو، پښتو ډرامه به تر فلم غښتلې او مخ پر وده ووينو. سړي ته دا پوښتنه راولاړيږي،چې ډرامه ولې تر فلم مخكې مخ پر لوړ روانه ده، په داسې حال كې، چې فلم مو له څېلمې مخ پر ځوړ ځي؟  زما په اند د ډرامې سستماتيك پرمختګ څو لاملونه لرلاى شي:  پښتو ډرامه د فلم په پرتله ازاده نه ده، ډرامه په لره پښتونخوا كې تر ډېره د دولت په واك كې پاتې شوېده، دولتي او تلويزيوني انحصار پښتو ډرامې ته يو ځانګړى قالب ور كړ او دغه قالب تر كورونو او كورنيو ورسېد. د ډرامې په برخه كې د دولتي كړيو او تلويزيون مستقيمه پاملرنه ددې لامل شوه، چې پښتو ډرامه د اردو ډرامې سياله او يا لږ تر لږه همغاړې و اوسي.  د فلم په برخه كې پاكستان تر افغانستان بتر برېښي، هلته د فلم او سينما برخليك د ډېرو بدو او ككړو خلكو په لاس كې دى، هغوى د فلم تر هنريت وړاندې د فلم پر بازار او ماركېټ سوچ كوي، څومره،چې اردو فلم په بد حالت كې واقع دى، پښتو فلم يې هم په همغه برخليك اخته دى. ډرامه كه پښتو ده او كه اردو زياتره د تلويزيوني شبكو له خوا جوړيږي او هغوى تر ماركېټ زيات پر هنر ډډه كوي. كله، چې سينما په خپله اصلي او حقيقي بڼه و كارول شي هنر بيا خپل اصالت او هنريت جوتولى شي. پښتو ډرامې د اردو هغې په څېر خپل ارزښت او هنريت ساتلى او دغه بهير تر ننه خوندي پاتې شوى. په دې وروستيو كې د شخصي كمپنيو او سټوډيوګانو له خوا د طنزيه ډرامو او دوبلې چارو پښتو ډرامه هم له ګواښ سره مخ كړېده، خو د فلم په پرتله يې حالت ښه بللاى شو.  پښتو ډرامه خپل مقام او لارښودي بهير ته په پاملرنې سره د ښو ليكوالو او لارښوديو لاس ته پرېوتې ده. د ډرامې ليكوال د ټولنې منځ ته ننوځي او تر ټولنيزو او ډراماتيكو قالبونو پښه نه اړوي. لارښودي Directors او لوبغاړي يې تر ځانګړې روزنې لاندې كار كوي او هڅه كوي پښتو ډرامې ته په شعوري توګه وده وركړي، دغه شعور دځينو فلمونو په ليكوالو او لوبغاړو كې ډېر لږ او يا بيخي نه تر سترګو كيږي.  فلم زياتره له پنجاب نه راځي او پنجاب له پښتون شعور او پښتون كلچر سره غاړه نه وړي او نه هم د پښتون د احساساتو او ټولنيزو دودونو درك كولاى شي. كله، چې فلمي كمپنۍ پردۍ وي، چمتووال Producer پردى وي او ليكوال يې غيرمسلكي او پر تقليدي يا فرمايشي چارو بوخت وي، دغسې فلم به په كومو ښېګړو او معيارونو برياليتوب مومي، ښكاره ده، چې تر څلورو پنځو سينماوو به منحصر پاتې كيږي او نندارچيان به يې هم د ټولنې يوه ټيټ ذوقې طبقه وي.  له بده مرغه د پېښوريو فلمونو اغيز او ورته سوژه ټاكنه په ننګرهاريو فلمونو كې هم تر سترګو كيږي، د كركټرونو ډيالوګونه، د فلمونو سرليكونه، پوسټرونه او نور توكي ټول تقليد او كليشه ده. تاسې وواياست يو فلم، چې په اته يا لس لكه افغانيو جوړيږي، كيفيت به يې څه وي؟ په داسې حال كې، چې لوبغاړي او لارښودي يې هم ټول اماتور او له كلي كوڅې راغونډ شوي وي. لږ تر لږه كه ښه سوژه، ښه لارښود او لوبغاړي ولري، بيا به هم تر يوه بريده د فلم چوكاټ ته ولويږي، خو كه داهم نه وي، نو تر هغې، خو يې نه جوړول ښه دي!! اوس پوښتنه داده، چې څنګه د فلم مخه ماته كړو او د خلكو ذوقونو او غوښتنو ته ځواب ووايو؟  تر هرڅه د مخه د نندارچيانو د ذوقونو بدلون او لوړتيا په كار ده. موږ په دې نيمه پېړۍ كې پر دې بريالي نه شوو، چې په خپلو پښتو فلمونو سره لوړ ذوقونه خړوب او ټيټ هغه راسره لوړ كړو، پكار ده كاري پلان او تګلاره بدله كړو.  دغه كار په څو لارو تر سره كېدلاى شي: • دوبله او ژباړه (Dubing & translation ) دوبله او ژباړه د هنر دوه هغه څانګې دي، چې د تاريخ په اوږدو كې له مثبتو او منفي دواړو غبرګونونو سره مخ شويدي. يو وخت ژباړه د اصلي اثر د مسخ كولو په مفهوم كارول كېده، ژباړن او ژباړه د اصلي ليكوال او اصلي اثر تباهي بلل كېده، خو وروسته د پوهې او ټكنالوژۍ په پرمختګ سره دغه الواك تغيير وموند او ژباړې او ژباړن يو ځانګړى مقام ورخپل كړ. په سينمايي نړۍ كې د فلمونو دوبلې د ژباړې څېره ورخپله كړه، په دې مانا، څومره، چې په پيل كې ژباړه ځپل شوې او ټكول شوې وه، دوبله هم په همغه برخليك اخته شوه، خو كله، يې،چې د هنر د يوې اغيزناكې څانګې په توګه ځان جوت كړ، اغيز او رغنده توب يې هم جوت شو.  دوبله نږدې اويا كاله وړاندې د اسياپه لويه وچه كې دود شوه، دغه كار دومره چټك شو، چې په ډېر لږ وخت كې يې د كلونو كلونو مزلونه ووهل. ددوبلې دغه پرمختګ له نيوكو سره مل و، ډېريو كره كتونكو دوبله د اصلي نښيرونو جعلي بڼه بلله ، هغوى استدلال كاوه، چې دوبله په هيڅ صورت هم خپله اصلي بڼه نشي ساتلاى. د نړۍ په ډېرى هېوادونو كې دوبله دود نه ده، خو هغوى د فلم په ښكتنۍ برخه كې د كركټرونو او پېښو ژباړه راوړي. دغه ژباړه كه له يوې خوا له ليدونكو سره د فلم په پوهېدا كې مرسته كوي، بل خوا د ليدونكو ټول حواس پر ژباړه او د توريو پر تشخيص بوختوي. كله، چې د انسان حواس پر توريو او ټكيو راغونډيږي، حتمي ده، چې تصوير او فلم به د ليدونكو په وړاندې خپل رښتينى رسالت او ارزښت له لاسه وركوي. په دوبله كې د ژباړونكو كمزوري د فلم اصلي منځپانګې ته وژونكې ضربه رسوي. د جملو ناسم اوډون او د اصطلاحاتو هوبه هو ژباړه د دوبلې او دوبله والو ټولې خوارۍ په اوبو لاهو كوي.  د اصلي اثر امانت: په دوبله كې د اصلي اثر امانت او خونديتوب تر ډېره بريده ناشونى برېښي، دغه ناشونتيا په دوبله شويو فلمونو كې ترا تر سترګو كيږي، كولاى شئ خداګواه او نورو پښتو دوبله شويو فلمونو ته مراجعه وكړئ. په هرحال موږ كه چېرې يو بهرنى فلم پښتو ته ژباړو، ټولنې، دين، مذهب او دودونو ته په پاملرنې سره اړيو د ځينو صحنو په دوبله كې ګوتوهنه او تصرف وكړو او دغه تصرف بيا په خپل وار سره اصلي اثر تر پوښتنې لاندې راولي. زموږ ټولنيز دودونه او ديني ارونه د فلمونو روغه دوبله نشي زغملى، دوبله كوونكي اړ دي، دغو ارونو او دودونو ته په پاملرنې سره د فلمونو ځينې برخې لرې يا په بله بڼه و ژباړي. په فلم كې بېخونده ژباړه ، د ناسمو غږونو غوراوى، بېځايه سكته ګي، د صحنو بېځايه غوڅول، د شاځمكې (Back ground ) د غږ نشتوالى يا دمتن د موسيقۍ پرې كول فلم او دوبلې ته ستر زيان اړوي.  غږ او د احساساتو درك:  د اصلي كركټر له غږ سره د دوبله كوونكي د غږ ناسمي ليدونكي له دوبلې بېزاره كوي. دوبله كوونكى بايد د اصلي كركټر په كردار، حركاتو او احساساتو كې ډوب او په يوه داسې حالت كې واقع واوسي، چې ليدونكي يې د اصلي كركټر په توګه وپېژني. الن دلن، مشهور فرانسوى هنرمند وايي: "" ډېرى فلمي ادارې ددوبلې پر ارزښت نه پوهيږي او يو فلم په يوه ورځ دوبله كوي، په داسې حال كې، چې دوبلران د فلم د اصلي كركټرونو پېژندنې او د هغوى د احساساتو او رواني حالاتو درك ته اړتيا لري او كه دغه احساسات درك نه كړاى شي، دوبله به د فلم ماهيت ونه ساتلاى شي"". روغ ډيالوګ: د فلم ډيالوګ ليكنه او بيا د ډيالوګونو پرله غښتې او له ګونګتيا پرته دوبله د دوبلې په برياليتوب كې ستر رول لوبوي. كله، چې يو څوك ډيالوګ ليكي، يا يې ژباړي، بشپړ وخت او پر اصلي اثر پرله پسې كار ته اړتيا لري او كه بيړه پرې وشي ښايي ډېرې ګونګې او سختې صحنې له څېلمې حذف يا بدلې كړي، دغه كار ددې لامل ګرځي، چې د فلم او نندارچي ترمنځ ټينګېدونكي اړيكي بېرته له منځه لاړ شي.  دوبله په حقيقت كې د هنرمندۍ يوه څانګه ده، دوبلران بايد په خپل وجود كې د هنرځانګړنه و پالي، دوبلران بايد دا وړتيا ولري، چې د اصلي كركټر په حس او حالاتو كې ډوب شي، غم او خوښۍ درك كړاى شي او ډيالوګ يې له اصلي حالتونو سره توپير ونه كړي.  پښتو اوسنۍ دوبله:  ګلان و ځنډېدل، خداګواه او ځينې نورو فلمونو د دوبلاژ په برخه كې نړيوال دود معيارونه تر ډېره بريده خوندي ساتلي، خو اوسمهالو دوبله ييزو چارو نه يوازې دا،چې دغه بهير له ګواښ سره مخ كړى، بلكې د دوبلې د اصولو د مسخ كولو يوه شعوري هڅه هم ده. دسكسي فلمونو، دمسټربين او ځينو هندي لوبغاړو پېښورۍ دوبله ددغه كار روښانه بېلګې دي. دا او دې ته ورته نورې دوبلې د كيفيت او كميت له مخې د دوبلې په اډانه كې نه راځي، ځكه په دغو پوچو دوبلو كې نه يوازې دا،چې د لوبغاړو پر شخصيتونو ملنډې وهل كيږي، بلكې د يوه شرير سياسي غرض له مخې پر ولسونو او فرهنګونو هم د ملنډو هڅه كوي.  موږ كولاى شو، لومړى هغه معياري فلمونه پښتو ته دوبله كړو، چې له پښتون تاريخ او پښتون كولتور سره تړاو مومي. خداګواه ( دوبله) ددغو فلمونو غوره بېلګه ده، دغسې فلمونه كه موږ پښتو ته دوبله كوو ،نندارچيان مو د پښتو فلم د ليدو احساس كوي او دغه احساس يې د يوه لوړ او هنري خوځښت ترڅنګ ذوق ته هم بدلون وركولاى شي. په دوهم ګام كې موږ هغه فلمونه دوبله كولاى شو، چې تاريخ او لوړ رومانتيك داستانونه بيانوي. تاريخ او رومانس د فلمونو اړينه برخه ده او دغه برخه كولاى شي د نندارچيانو شعور او زړه راښكون روښانه وساتي. د نړۍ د شهكارو فلمونو دوبله به تر ډېره بريده د پښتو سينما د نندارچيانو او سينمايي لوبغاړو تګلوريو ته بدلون وركړي.  • سكالو ( Subject) سكالو او سوژه ټاكنه د هر هنري ژانر او اثر بنسټ جوړوي، كله، چې بنسټ اوم او بېخونده وي، هرڅه ورسره شړيږي. پښتو فلم دسكالو له مخې يوه تكراري بڼه ورخپله كړې او تل په يوه دايروي چوكاټ كې پرمخ ځي، دايروي چوكاټ پيل او پاى دواړه لري، چې د اوج ټكى يې بېرته پيل ته راځي او پيل يې بېرته له صفره پيلوي، ترڅو، چې د پرمختګ دغه بڼه بدله نشي تر هغو به يې وده هم ناشونې وي.  كه چېرې موږ د ټولنې منځ ته ننوځو، په سلګونو داسې بكرې سكالووې به ومومو، چې د فلم او ډرامې لپاره به يوه شهكاري بڼه ورخپلوي. پښتو فلم له پيله تر ننه په تكرار، كليشه او مضخرفو څيزونو كې راښكيل دى، قلم او كلاشينكوف، انتقام، د سپي لكۍ، ملنګانو سره مه چيړه....هغه فلمي سرليكونه دي، چې باذوقه مينه وال يې پر ليدو د شرم احساس كوي.  • ليكوال (Writer ): يو ښه ليكوال او ښه سناريېست د يوه ښه فلم او ښه داستان ضمانت وركوي. كله، چې ليكوال او سناريېست اماتور او له خپلې ټولنې نه بې خبره وي، له هغه نه به څنګه د يوه ښه تخليقي اثر تمه وكړو. وايي:"" په كلي كې دوه پك وو، هغه هم سره ورك وو""، يو څو ګوته په شمېر ليكوالان مو لرل، هغه هم د سياسي ، ټولنيزو او خپلمنځي ستونزو له امله يا ورك شول او يا په يوه داسې دريځ كې پاتې شول، چې نه مرګ ، نه ژوندون!! د پښتو فلم د ودې او پرمخيون لپاره تر ټولو بنسټيزه چاره داده، چې په ليكنيو ډلو كې يې سپېڅوب ( تصفيه) وشي، هر كس د ليكوالۍ او كيسه ييزو چوكاټونو وړتيا نشي لرلى، په كارده ليكوال ليكوالۍ او ډاكټر ډاكټرۍ ته پرېږدو، په يوه لاس كې به دوه هندواڼې نه اخلو. • چمتووال (Producer ): چمتووال د فلم او فلمي كمپنۍ د مشرتابه او تمويل سرچينه ده، څومره ، چې چمتووال ( پروډيوسر) غښتلى، باجرئته او د لوړ ذوق خاوند وي، په همغه كچه به يې فلم هم هنري وي. پښتو فلم په اوسمهالي پېر كې د پښتون چمتووال پر ځاى د نورو هغو په لاس كې دى او نور كله هم خپلې ګټې تر نورو هغو نشي ځارولى. كله، چې پروډيوس او چمتووالي زموږ پر غاړه شوه، لارښود ، لوبغاړي، او ليكوالان به هم زموږ وي او كه داسې نه وي ، "" همغه خرك، همغه درك"". • لارښود(Director ) : ډايركټر د فلمي كمپنيو د ملا د تير حيثيت لري، د فلم كيسه، ډيالوګ، غږبندي، فلم اخستنه، فلمبندي، د سيمو او صحنو وېش او جوړاوى، رڼا، زاويې، ليدلوري، ډيكور، د لوبغاړو څار، د فني او تخنيكي ډلې لارښوونه، مونتاژ، توليد هرڅه د هغه تر نېغې لارښوونې لاندې تر سره كيږي. ډايركټ او لارښوونه د هرچا د وس خبره نه ده، ډايركټر بايد د يوه نه قانع كېدونكي شخص دنده پر مخ بوځي، په دې مانا، چې په يوځلي شوټنګ او ... بسنه ونه كړي، تكرار يې كړي او د تكرار په بهير كې د ښه او بد تشخيص او انتخاب وكړاى شي.  موږ په خپلو سينمايي چارو كې ډېر لږ مسلكي لارښودي لرو، نور هغه يې يا په شوق او يا هم له نورو سره د سيالۍ په توګه رامنځته شوي، چې نه مسلكي زده كړه لري او نه يې هم په دې څانګه كې روزنه او تجربه موندلې ده. • لوبغاړي (Actors) : په كيسه يا فلم كې د لوبغاړو ټاكنه ، د غږ څرنګوالى، عمر او نور اړين توكي د سناريېست دنده ده. هر كس نشي كولاى په هر رول كې واچوو. د كيسې څرنګوالي ته په پاملرنې سره ليكوال له سوژې او د سوژې يا داستان د اتلانو او كركټرونو له غوښتنې سره سم لوبغاړي ټاكي او هغوى ته د خپلو رولونو د پېژندنې او درك سپارښتنه كوي. ښه لوبغاړي په خپل ټاكلي رول كې ننوځي، د احساساتو او عواطفو درك كوي او يوه ريالسټيكه او رښتينې بڼه ورخپلوي. څومره، چې لوبغاړي په خپل رول كې د رياضت او درك څښتنان و اوسي په همغه كچه يې د برياليتوب لارې هم پرانستل كيږي. د لوبغاړو فني او مسلكي روزنه ، څېرې ، حركات او كوميډي او تراژيدي ژستونه او حالتونه د هغوى په رول ټاكنه كې غوره او رغنده رول لوبوي. • اسانتياوې (Facilities) : پورتني توكي مو كه په پام كې ونيول ، اسانتياوې ، امكانات او لګښتونه په خپله برابريږي. داسمه ده،چې په اوسمهالي پېر كې زموږ تر ټولو ستره ستونزه مالي لګښتونه، امكانات او د كار پوهو ممثلانو نشتي ده، خو كه موږ پورتني اړونه په پام كې ونيسو، په ډېرو لږو امكاناتو سره كولاى شو، يوښه فلم توليد كړو. افغان فلم سره له دې، چې يوڅه امكانات او او اسانتياوې هم لري، خو د نورو اړونو د نشتوالي يا ضعف له امله يې تله سپكه برېښي. د امكاناتو او د ممثلانو د روزنې په برخه كې كولاى شو خپل اړيكي له دولتي كړيو را وباسو او يوه ملي او نړيواله بڼه وركړو.  پښتانه نندارچيان: ډېرى فلم جوړوونكي سر ټكوي، چې پښتانه سينما او سينماوالو ته په ښه سترګه نه ګوري او دغه كار ددوى د فلمونو د پرمختګ مخه ډب كوي! دا سمه ده، چې پښتانه ،سينما او سينماوال ښه نه بولي، خو دابايد ومنو، چې پښتون ولس پرهنر عقيده لري او كه چېرې دغه ګروهه او عقيده ورسره نه واى نود پښتو موسيقۍاو هنر جنازه به مو لا دوخته پورته كړې واى. پښتانه به په كومو سترګو هغه فلمونه ګوري، چې په هغو كې د پښتون قوم سپكاوى كيږي، هغه فلمونه به څنګه پښتنو كورنيو ته ورسيږي ، چې پښتنې خويندې پكې ګډول كيږي. پښتو( پېښوري – ننګرهاري) فلمونه كه سر تر پايه وګورې، پر ځان له ملنډو پرته به هيڅ پكې ونه مومې.  څه كولاى شو ؟ پورتنيو يادونو ته په پاملرنې سره كولاى شو، د خپل سينمايي بهير لاره بدله كړو او د تګلارو د بدلون، ليكنۍ ژباړې او دوبلې له لارې يې په سستماتيكه توګه د ودې لاره پرانېزو.  زما په اند په اوسمهالي پېر كې تر ټولو غوره لاره داده، چې په پيل كې د بهرنيو فلمونو پښتو ليكنۍ ژباړې او دوبلې ته مخه كړو، په دې توګه به موږ وكړاى شو د خپلو نندارچيانو ذوقونه بدل كړو او په تدريج سره پښتو فلم ته يوه نوې بڼه وركړو، چې هم معيار راخپل كړو او هم پښتانه ذوقونه خړوب كړاى شو.   ",پښتو فلم،ډرامه او اوسنۍ دوبله 10,حقمل," د افغانستان دفاع وزارت په کابل ښار کې د يو اندازه چاوديدونکو توکو د نيونې خبر ورکړ او وايى چې په دې توګه سره يې د يوې بدې پېښې د رامنځ ته کيدو مخنيوى کړى دى . ددفاع وزارت وياند وويل د دغه وزارت ځواکونو پرون مازديګر د ٣:٣٠ بجو په شاو خاوا کې د زړو مکروريانو په سيمه کې دوه موټر له يو اندازه چاوديدونکو توکو سره ونيول .ده زياته کړه چې دغه مواد په ماهرانه ټوګه په دغو موټرو کې ايښودل شوىوو . وياند ومنله چې دوه نور موټر يې د ٤ بجو په شاوخوا کې ونيول .وياند وايې چې دپېښې په تور يې ٧ کسان نيولى دى او له هغوى څخه تحقيق روان دى . دوى ټول افغانان دى . نيول شوي ګادي چې دوه يې کروزنګ او دوه يې کرولا دي د کابل شخصي پلټونه لري .وياند ومنله چې دغه کسان د دوى د ځواکونو تر تعقيب لاندې وو. ",په کابل کې دچاودنو مخنيوى شوى دى . 11,,"    دغې غونډې ته له سلو زیات دافغانستان او له افغانستانه بهر علماء کرام کابل ته راغوښتل شوي ترڅو پدې ټکي خبري وکړي چې څنگه اسلام په ټولنو کې په پوره ډول پلی شي. دغونډې په لومړۍ ورځ چې تیره ورځ وه دجمیعت اسلامي گوند مشر برهان الدین رباني، دحج او اوقافو وزیر نعمت الله شهراني او دپوهنې وزارت مرستیال غزنوي خبرې وکړې. دوی له دولته وغوښتل چې له علماوکرامو سره تل اړیکه وساتي او سلا مشورې ورسره وکړي. دغونډې یوه عالم برخوال نعمت الرسول نعمتیار وویل داسی غونډې سره له دې چې دزیات تاثیر لرونکي ندي خو بیا هم جوړونه یې دښې راتلونکې په لور یو گام دی. دغه غونډه به نور څلور ورځې هم دوام ولري.  ",دعلماوکرامو پنځه ورځنۍ غونډه جوړه شوه. 12,حقمل," په افغانستان کې د امريکايى فوځونو يو مشر جنرال جاسون پرون په کندهار کې ددوى دسرتيرو له خوا دطالب اورپکو د مړوسوځولو خبره ومنله ،خو خپل سرتيرى يې پړه ونه بلل .ده خپل سرتيرى دافغانانو له کلتوره ناخبره وګڼل او زياته يې کړه چې سرتيرو يې له جګړه ايزو قوانينو څخه سرغړونه نه ده کړى .او دا کار دروغتيايې او چاپيريال ساتنې په موخه ترسره شوى دى . ده وويل چې په دې کې دسپکاوي نيت نه وواو سرتيري خبر نه وو چې د مړيو سوځول د افغانانو دکلتور خلاف کار دى . ده وويل هغو دوو تنو سرتيرو چې دا کار کړى دى دعسکري مجازاتو له مخې به دوى ته ترفيع او رخصتى نه ورکول کيږي او نه به دقوماندانى په دندو کې ټاکل کيږي . کندهاو والى ددغو تحقيقاتو پخلى وکړ. ",د مړو سوځولو سپيناوۍ وشو . 13,حقمل," د جام جم د خپور شوى خبر له مخې په اروپايى شوراى کې د بشرى حقونو کميسار اواروګيل روبلس پخلى کړى دى چې د کال ٢٠٠٢ د سپتامبر په مياشت کې يې په کوزوو کې د ناتو د امريکايى فوځونو په اډه کې د ګوانتانامو زندان يو کوچنۍ مډل ليدلى دى .دلومند دورځپاڼې په ليکنه و الواروګيل روبلس وويل د ګوانتانامو په څير ورته زندان د امريکايى فوځي اډې د ننه ( باندستيل کمپ ) د کووزوو ايالت مرکز دپريستينا ښار جنوب فريزاج ته نيږدى جوړ شوى دى .ده زياته کړه دغه زندان د لرګيو خونى لري چې په جګو سيمي ديوالونوپوښلى دى . په هره خونه کې د ١٥ څخه تر ٢٠ پورې تنه چې د ګوانتانامو زندان په ځير نارنجى جامې يې په تن کې وې ،بندديان دي .روبلس وويل د غټ عمر بنديان يې تر سترکو شوى چې د قران ويلو په حال کې وو. روبلس وويل ددغه اډې په هکله بايد له امريکا څخه توضيح وغوښتل شي . ",په کوزوو کې يو کوچنۍ ګوانتانامو . 14,غلام جيلاني ځواك," غلام جيلاني ځواك ايم رامن كټي د بارډر روډز نومي كمپني سره موټرچلونكي وو، دا كمپني نن صبا په افغانستان كي د دلارام- زرنج لويي لاري په جوړوني بوخته ده، رامن كټي تيره اوني د ترهګرو لخوا ونيول شواو دادي اوس مړي يي د دلارام سره نژدي وموندل شو. طالبانو دده د مړيني پړه پر غاړه اخستي، طالبانو غوښتنه كړي وه كومه كمپني چي كټي ورسره كاركوي كه افغانستان خوشي نكړي نو دوي به كټي ووژني.طالبانو خپل ګواښ عملي كړ او رامن كټي يي وواژه. افغان ولسمشر د ترهګرو دا عمل په كله غندلي په ځواب كي دهند حكومت هم يو ځل بيا دافغانستان په ودانولو كي خپله ژمنتيا ښودلي او ويلي دي چي دا رنګ پيښي به د دوي مخه ونه نيسي، همدا رنګه دهند حكومت د ايم رامن كټي كورني سره د لس لكه هندي كلدارو د مرستي او ماشومانو ته يي د وړيا ښووني اعلان هم كړيدي طالبانو په دي توګه يو ځل بيا وښوده چي دوي د پاكستان په وړاندي څومره سرټيتي او په كومه كچه د افغانستان دښمنان دي. دا لومړي ځل ندي چي په افغانستان كي يو بهرني تښتول كيږي، تردي دمخه هم تركي انجنيران د طالبانو لخوا تښتول شوي خو بيا د ځايي مشرانو په منځګړتيا بيرته خوشي شوي. سوال دا پيدا كيږي چي كټي خواركي ولي ووژل شو؟  طالبان دده د وژني لپاره بل هيڅ دليل نه لري مګر داچي د پاكستان په امريي دا كار كړي. دكټي كمپني چي په كومه پروژه كار كاوه هغه افغانستان ته خورا مهمه ده، دا پروژه د دلارام او زرنج ترمنځ د لويي لاري جوړول دي، دا لار د هند په تخنيكي اومالي مرسته جوړيږي، دا سرك افغانستان په نيمروز كي د ميلك بندر سره نښلوي چي دهغي له لاري افغانستان دعباس او چاه بهار بندرونو له لاري د فارس خليج ته لار مومي په دي توګه نه يواځي دا چي د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګري لپاره لنډه لار لاس ته راځي بلكي افغانستان د نړي سره د سوداګري لپاره په كراچي له انحصارنه هم خلاصيږي، نو دا پاكستان ته په هيڅ توګه دمنلو نده چي افغانستان دي نيغ په نيغه د هند سره د سوداګري لار ومومي او افغانستان دكراچي له بندره پرته ،كومه بله لار هم ومومي، تاريخ شاهد دي چي پاكستان تل دكراچي له بندر نه دګټي اخستلو د امتياز نه د افغانستان په وړاندي د يوي سياسي اواقتصادي وسلي په توګه كار اخستي او اوس هم غواړي دا وسله په لاس كي ولري او هركله چي يي زړه وغواړي د افغانستان ترانزيتي لاري په بندولود افغانستان په اقتصادي شاهرګ خپله پښه كيږدي، نو په دي خاطر پاكستان خپلي ټولي هڅي كوي ترڅو د دلارام_ زرنج د لويي لاري د جوړولو مخه ونيسي. ددي په خوا كي پاكستان چي نيمايي برخه يي دافغانستان خاوره اونيمايي برخه يي دهند خاوره ده دخپل نامبارك پيدايښت نه راپديخوا پرته له دري ځله تودي جګړي دا تقريباً څه كم شپيته كاله دهند سره په سياسي او استخباراتي جګړه بوخت دي، افغانستان سره د دهند د سياسي او اقتصادي اړيكو پياوړتيا او بيا په تيره د پاكستان سره نژدي سيمو كي د هندي موسسو شتون پاكستان ځانله يو ستر ګواښ ګڼي، نو پاكستان له يوي خوا نه غواړي افغانستان د ايران له لاري هند اونوري نړي سره ونښلي له بلي خوا غواړي هغه هندي موسسي چي په افغانستان كي كار كوي او پاكستان ويره لري چي د بيارغوني ترشا به دلته د پاكستان په وړاندي استخباراتي فعاليتونه هم كوي، له افغانستان نه وتلو ته اړ كړي. په تيره بيا دبلوچستان سره نژدي سيمي. پاكستان د شمالي وزيرستان او پيښور نه دومره انديښنه نلري لكه څومره چي د بلوچستان سره له نښتو سيمو څخه يي لري،د يادوني وړ ده چي بلوچ وطنپال مبارزين له ډيري مودي پنجابي استعمار سره په مبارزه اخته دي، پاكستان ويره لري كه چيري بلوچ مبارزين وكولاي شي د افغانستان له لاري دافغانستان او ياهم د هند مرستي ترلاسه كړي نو په پاكستان به رنا ورځ توره شپه كړي، په بلو چستان كي د بګټي د قوم او د پنجابي استعمار ترمنځ تاو تريخوالي په تير يو كال كي نژي وو په يوي منظمي جګړي واوړي، سره لدي چي د بګټيانو او پاكستاني پوځيانو ترمنځ نښتو كي يو ډير شمير پنجابي پوځيان وژل شوي خوپاكستاني پوځ تراوسه هم ونشول كولاي له بګټي قوم نه وسله راټوله كړي، دا سيمه اوس هم دپاكستان امنيت ته يو سترګواښ دي او د باروتو يوه ډيري ده . پاكستان دخپل ناروا وجود له امله هم هند اوهم افغانستان سره په دښمني اخته دي، د پاكستان وجود دا ټوله سيمه په كړكيچ اخته كړي، په دي سيمه كي د ټول پوځي او سياسي تاوتريخوالي سرچينه دپاكستان ناروا وجود دي، ترڅو چي پاكستان دنړي په نقشي كي موجود وي افغانستان پخپله پاكستان او هند به د تاوتريخوالي ويري او بي اعتمادي په فضا كي ژوند كوي، ددي ټولي سيمي د سوكالي او نيكمرغي يواځيني لار داده چي د انګليسي استعمار دا اخري نښه هم له منځه ولاړه شي، هند اوافغانستان بايد په دي هكله په كلكه فكر وكړي ترڅوبه د مذهبي كركي اونفرت پربنسټ د ايم رامن كټي په شان بي ګناه انسانان وژل كيږي او ماشومان به يي يتميانيږي. ", هندی ډرايوررامن كټي ولى ووژل شو 15,حقمل," تيره شپه د يوې بجې په شاوخوا کې دپکتيکا په مرکز د شرنې په ښار يو راکټي بريد شوى دى چې د دولت يو تن فوځى په کې وژل شوى دى . ددغه ولايت امنيه قوماندان دغه بريد منلى دى او وايې چې نور زيان يې نه دى رسولى او په سيمه کې يې د پلټنې عمليات پيل کړى دى . دده پر وينا دغه توغندي د شرنې ښار د جنوب لويديځى سيمى څخه توغول شوى دى . ده ونه ويل چې څو توغندى لګيدلى دى . دعيني شاهدانو له خولې په دغه ښار څه کم شل توغندى توغول شوى او ودانيو ته يې زيان اړولى دى . ",د پکتيکا په مرکز راکټي بريد شوى دى . 16,,"    نن په کابل کې دبهرنیو چارو وزیر ډاکټرعبدالله او دملگرو ملتونو کابل ته استازی جان ارنولد او دبریطانیا دکابل سفیره میرمن روزی یازن په گډ خبري کنفرانس کې د کیدونکي لندن غونډې په اړه له خبریالانو سره وغږېدل. ډاکټرعبدالله وویل چې دلندن په غونډه کې به یو ځل بیا نړیواله ټولنه له افغانستان سره دنورو پنځو کلنو دمرستو ژمنې وکړي او دا غونډه یې دوهمه دبون غونډې ته ورته وبلله. په دغه غونډې کې به افغان ولسمشر حامد کرزی او دملگرو ملتونو سر منشي کوفي عنان او دبریطانیا لومړی وزیر ټوني بلیر گډون ولري.  ",کیدونکې لندن غونډه به افغانستان ته گټوره وي. 17,حقمل," د خوست ولايت چارواکو منلې ده چې د ګربزو په سرحدي ولسوالى کې ددغه ولسوالى د پوليسو څخه په قيمتى ډبرو بار څلور لارى د پاکستان خاورې ته اوښتي دي . چارواکو ويلي دي چې د لاريو د سپرليو او پوليسو ترمينځ ډزي شوى دى ، چې پوليسوته په کې زيان نه دى رسيدلى .چارواکو منلې ده چې پوليس نه دي بريالى شوى ، چې دغه لارى ودروي . ديادولو وړ ده چې د افغانستان کانونو ته د غيرقانوني کيندنو اوقاچاق له پلوه ډير زيانونه رسيدلى دى . ",د پوليسواوقاچاق وړونکو ترمينځ ډزې . 18,حقمل," د زابل ولايت دسيورې ولسوالى په مربوطاتو کې د شنبې په ورځ د دولتې ځواکونواو وسله والوګروپ ترمينځ يوه درې ساعته نيښته شوى چې په پايله کې د زابل ولايت دچارواکو پر وينا دوه تنه طالبان ژوندى نيول شوى او ٦ تنه نور ژوبل شوى دى . يو شمير سپکه وسله هم د دولتى ځواکونو لاس ته ورغلې ده . امنيتى ځواکونو ته په کې زيان نه دى رسيدلى . ",د زابل په ولايت کې وسله واله نيښته 19,حبيب الله غمخور," ليکوال حبيب الله غمخور - سويډن  ارواښا پوهاندد صديق الله رښتين په  ۱۲۹۸ لمريز کال دمومندودغازي آباد کلي  دمرحوم مولوي تاج محمد ((مهتمم)) په روحاني او منوره کورنۍ کې دنياته سترگي روڼي کړې . پوهاند رښتين  لا ډير وړوکۍ و چې دپلار دمهر اومحبت سيوری يې له سره کم سو. دده مور دهغه روزنې ته زياته پاملرنه وکړه دهغي برکت و چې ده او دده وروڼودښوونې پر ور پل کښېښود . هغه په وړکتوب کښې لومړنۍ مذهبي  زده کړه په خصوصي ډول په خپل کور کې تر سره کړيده .له لومړنيو ديني زده کړو وروسته په ۱۳۱۱ لمريز کال دننگرهار دهډې په نجم المدارس کښې شامل شو ،په دغه مدرسه کې تر درې کالو تيريدو وروسته په ۱۳۱۵لمريز کال دکابل په دارالعلوم کې داخل او هلته يې زده کړه وکړه .پوهاند رښتين صاحب دتعليم تر څنگ يې دمطبوعاتو سره هم  مينه او علاقه پيداسوه ،داصلاح داخبار لوستلو ته يي مخه کړه چې  دهغه دذهنيت په روښانه کولواو هڅولوکې يې زيات مثبت  رول لوبولی دی .   رښتين صاحب په ۱۳۱۸ لمريز کال له کابل دارالعلوم  څخه دمتوسطې ددورې اعلی شهادتنامې په تر لاسه کولو سره دهمدغه کال دسنبلي دمياشتي په لومړۍ ورځ دادبي چمن او پښتو ټولني په غړيتوب ومنل سو. د۱۳۲۰ لمريز کال دزمري (اسد) په مياشت کې دپښتو ټولنې دقواعدو دڅانگي مدير وټاکل سو ،يو کال وروسته دوري (حمل) په مياشت کښې دپکتيا د((وړانگی دجريدې )) لومړۍ مؤسس او چلوونکي و،دهمدي کال دثور په مياشت کې کي دپښتو ټولني مرستيال کفيل ،دلغاتو او قواعدو دڅانگي مدير دنده يي پر مخ وړه.   په ۱۳۲۲ کال دپښتو دايرت المعارف   دژباړودڅانگي دمشر په توگه وټاکل سو ،په ۱۳۲۶کال دميزان په مياشت کښي دفراه په ولايت کښي د((سيستان)) دجريدې مؤ سس او لومړۍ خپرونکی و ،يو کال وروسته په سنبله کي دپښتو ټولني  مرستيال او دپښتو دارت المعارف امر وټاکل سو . د۱۳۲۹کال دزمري په مياشت کښي يې پر پورته ويل سوو دندو د((هيواد )) اخبار چلوونکی و، او هم يي دادبياتو په پوهنځی کښي محصلينو ته دتدريس چاري پر مخ بيولې او هلته استاد و.په ۱۳۳۰ کال دپښتو ټولني لوي مدير مقرر سو ،او په ۱۳۳۱ کال د((زيري)) داخبارددوهمي دورې مؤسس و،د ۱۳۳۴ کال دحمل په مياشت کې دپښتو ټولني دمشر او وروسته بياد ۱۳۳۵کال په سر کې دښووني وزارت پښتو مشاور اودادبياتو دپوهنځی داستادی رسمي دنده ور وسپارل سوه ، چې همدا دنده يي تر ۱۳۳۶کال پوري سرته ورسول .  په ۱۳۵۲ کال يي تقاعد پانه تر لاسه کړه ؛ هغه  دژوند تر ورستيو سلگيو پورې يې بيادولتي دنده سرته نه ده رسولې او نه يې هم دکوم دولتي نشراتي ارگان سره دليکني مرسته وکړه . پوهاند رښتين  پر رسمي هڅو سر بيره يو شمير مطبوعاتي او فرهنگې دندي هم تر سره کړي دي ، دبيلگي په توگه هغه په ۱۳۲۸  -  ۱۳۲۹ کښي دشپې لخوا دکابل راډيوديوي ځانگړي خپرونې دچلوونکې په توگه کار کړيدی همدا ډول له ۱۳۳۳ نه تر ۱۳۳۷ کال پوري دمازديگر لخوا په کابل راډيو کې ديوې ځانگړي خپروني دپښتو کميټي غړۍ و  او بياد1336نه تر۱۳۴۰کال پوري دکابل راديو درنگارنگ خپرونو دچلوونکي دنده په غاړه لرل؛د۱۳۴۳نه تر ۱۳۴۸کال پوري يې دکابل راډيو دادب دوږمو پروگرام پر مخ  بېول  . پوهاند رښتين  صاحب ديو لړ علمي او ادبي  ليکنو اوخپرولو وروسته په ستاينليکونو او نښانو نو نما نځل سويدی اوتر۱۵  يې زياتي جايزې هم تر لاسه کړي دي  . دپوهاند صاحب رښتين مورنۍ ژبه پښتو وه ولې په فارسي ، اردواو عربي ژبو نه يي هم اثار  ليکلي ،له عربي او اردو نه يې يو شمير ژباړني کړ يدي .   دپوهاند صديق الله رښتين ۲۶۵ رسالې او کتابو نه چاپ سوي دې ،رښتين صاحب دخپل عمر په اوږدو کې په يو شمير بهرني او داخلي ټولنو او غونډو کي برخه اخيستې ده ،استاد دنړۍ ځينو هيوادو لکه پخواني شوروي اتحاد ،ايران،مصر ،هندوستان، او پيښور ته سفرونه کړيدي . زموږ دهيواد ددې وتلي څيرې په هکله اکاديميسين  پوهاند ډاکټر محمد رحيم  الهام ليکي : استاد رښتين يو غښتلی او په خپله برخه کې پوخ ليکوال ،محقق او مدرس و ، دی دپښتو دودي په تحقيقي ،تخليقي او تدريسي برخه کښي په هسکه غاړه زموږ دمخکښانو په قطار کي ولاړ دی .   پو هنوال غروال دشعر په ژبه پوهاند رښتين داسي لمانځي او ستايي :   دپښتو په ارت جهان کي لکه غرو     دادب په شنه آسمان کي لکه غرو په قلم کې يې و زور،ژبه کي شوروو    ځلانده ستورۍ دافغان دستر ټبرو   پوهاند رښتين دپښتو ادب پنځم ځلاند ستورینومول سويدی ،دې لوي عالم داوږدې ناروغۍ له کبله دپيښور دليډيريډنگ روغتون دبولټن بلاک په لسمه کوټه کې په ۱۳۷۷لمريز کال  له فاني دنيانه دابد لپاره سترگې پټې کړې  . درښتين صاحب ليکنې او هڅوني نه يوازي داچې دافغان ولس لپاره لويه علمي خزانه ده بلکي دلويو علمي وياړونو ځلاند نمونه هم ورته ويلاي شو . مگر دافغان له توره بخته دولتي چارواکو درښتين صاحب نه د ژوند په ورستيو شپو او ورځو کې عزت وکړ او نه يې هم  دهغه تر مرگ وروسته ددغه لوي عالم دعلمي پانگي په چاپولو او راسپړلو کې کوم مثبت گام پورته کړ . اووه کاله کيږي چې ددې ستر عالم يادونه دهغه ددوستانو او علاقمندانو په چاپير يال کښې تر سره کيږي ،که پخوانې دولتي چارواکي په يوه او بل نامه ملامت گڼل کيږي په دې ورستيو څلورو کلو کې کښي چي ددموکراسۍ ،انسانيت او انسان ته ددرناوي نغارې په زوَږ ږغول کېږي  او ځانونه دعلم او معرفت سره اشنا راپېژني ،  پر هغه  څه چې افغان ولس ته ديوې درې پولۍ ارزښت هم نلري په لکاووډالره خرڅېږي ،مگر دهيواد دهغو عالمانو او پوهانو په هکله چې هر څه يې دافغان ولس په چوپړ کې وه او دژوند خوږې لهظي يې دکړاونو په گاللو سره دعلمي اثارو په ليکلو او څيړنو تيري کړ ې هر څه يې تر قلم او گاغذ قربان کړه او افغانانو ته يې داسي پانگه پرېښوده چې که په بل ملک کښي ددوي په شان عالمان وای اوس به نه يوازي دا چې ښارونه به ددوي په نامه واي بلکي هر کال به يي ددوی په ياد اودهغو پر اثارو  دعلمي څېړنو لپاره علمې سمينارونه جوړولای ،متاسفانه چي زموږ اړونده دولتي چارواکي په نور کارو مصروف دي او دهغه چانمانځنه کوې چي دوي يې غواړې او يا يې  بهرنيان ورته په گوته کوي . له بده مرغه نن دهغو سترو انسانو یادونه چې  ټول عمر کې ديو افغان په توګه د افغانانو د سرلوړۍ ، نېکمرغۍ اوښيرازۍ  لپاره په میړانه مبارزه او لارښوونه کړي هير سول . اود هغو چي په پردو پوري تړلی او يادهغو له يادونوڅخه سياسي گټه پورته کيږي  په يادولو او نمانځنو يې دافغانانو غوږونه ورکاڼه کړه . داهم دوياړ ځای دی چي ددولتي کلتوري اړونده ادارو او چارواکو پر ځای دهيواد په دننه او بهر د خپل  ربړېدلي اولس په استازيتوب فرهنگيان او روڼ اندې دخپل هيواد دوتلو او وياړلو څيرو د نمانځلو او لا ځلولو دنده سرته رسوې  . پرېږده چې دا دملي شرم پېټی داطلاعاتو او کلتور وزارت او نوري علمي  دولتي موسسو  پر اوږودتل لپاره پروت وي  . که نه داطلاعاتو او کلتور وزارت ديوې اساسي او بنسټيزي دندي په توگه دا مکلفيت لري چي دداسي پوهانو او عالمانو چي دافغان اولس وياړونه دي بايد  هرکال هر يو بېل بېل ددرنو علمي غونډو په جوړولو سرو ونمانځې  .   زه ديو بې وسه  افغان په توگه په داسي حال کي چي د خدای بخښلی پوهاند  رښتين صاحب دويرجن تلين داوومي کاليزي  په مناسبت د هغه د کورنۍ ټولو پاتوغړو ، دوستانو ، شاګردانو، پلويانو او علاقمندانو سره ځان په دغه غم کې شريک گڼم او ټولو ته دزړه صبر غواړم   په دې ټينگ باور لري چي د هيواد منل شوو او نه هيرېدونکو پوهانو اوعالمانو ،ده هغه جملې  نه د پوهاندصديق الله رښتين صاحب  ياد به د اافغان  غيرتې ولس پر زړونو کښي تل پاتي وي  دا شمع به دزور ،ځواک او واک هيڅ يوه سيلۍ او توند باد خاموشه نسي کړاي . غواړم ووايم چي دقدر وړ او ومنلې هغه څوک دي چي ولس ته منلي وي ،دربار  چاته دافغان ولس په زړونو کې ځاي نسي پيداکولاي  .   ديوشاعر په دي بيت يي ختموم :   چي ته پيداسوې تاژړاخلکو خندا کړه       داسي ومره چې ته خاندې خلک ژاړې     ",دپوهاند صديق الله رښتين هېرول يوه ملي جفا ده ! 20,سخى جان د احمد شاه بابا مينې اوسيدونکى," هېواد ته دکډوالو د راستنېدو بهير ټکنى کړيدى   د مؤقت  حکومت په جوړېدو  سره چې د نسبي امنيت څخه برخمن ؤ په بهر کې د مېشتو افغانانو په زړونو کې پلرني هېواد ته د بېرته  راگرځېدو اميدونه را وټوکېدل. په بهرنيو هېوادنو کې د کډوالو ستونزمن ژوند، د پلرني هېواد سره د هغوى مينه، او د بيارغونې  د پيل کېدو  په گڼو  وعدو سره چې بهرنيو هېوادونو ييې د ترسره کېدو لپاره  په ميلياردونو ډالره ژمنه وکړه، هېوادوال نور هم وهڅول چې خپل پلرني ټاټوبى  ته راستانه شي. دجمهورى رياست د ټاکنو پر ترسره کېدو سره زموږ  د هېواد والو دا اميدونه او ارزوگانې نورې هم ځوانې شوې؛ خو که سړى د جمهورى رئيس کرزى  د حکومت تير څلور کاله په ځغلنده نظر وارزوي نو هغه څه ترلاسه  نه شو، کوم چې  خلکو ئې  توقع درلوده او جمهور رئيس  په خپل تبليغاتى کمپاين کې خلکوته وعدې ورکړې وې.  دې او ځينې نورو لاملونو  په گډه  هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو بهير ټکنى کړيدى ، چې يو له همدې  عواملو څخه  د تعليم او فرهنگ  مينه والو لپاره په پلازمينې  کابل کې په پښتو ژبې د زده کړې نه شتون دى چې  ځما په څېر ډېر کډوال ئې بېرته راگرځېدوته زړه نازړه کړي دي.  زه په پاکستان کې يو افغان کډوال يم او ماشومان مې پاکستان کې په يو نادولتي انگريزي ښوونځۍ  کې زده کړې ترسره کوي. لومړنۍ  قرباني چې زما اولادونو ورکړه هغه دا ده چې هغوى په پردۍ ژبه يعنى انگريزي هلته زده کړې پيل کړې چې په  پيداکوژيکى  لحاظ  به ئې خامخا  په هغو ناوړه اغېزه کړي وي، يعني هغه څه به ئې نه وي زده کړې چې په خپله مورنۍ ژبه (پښتو) ئې زده کولاى شول، خو چا ره نه وه. لاکن دهغه افغاني احساس له مخې چې زما سره راسره  ؤ هغوى ته مې د کډوالو د نصاب کتابونه پيدا کړل او د انگريزي  لوست ترڅنګ  مې  هغوى ته ترشپږم ټولگي  د کډوالو تعليمي  نصاب په خپل کور کې تدريس کړ چې اوس هغوى ددې جوگه دي چې ليک او لوست په پښتو ژبه وکړي اويو څه هم د افغاني تعليمي نصاب  د اصطلاحاتو سره آشنا شي. خو کله چې ما پرېکړه وکړه چې کابل ته يعني خپل پلرني ټاټوبى ته  بېرته  راوگرځم د بلې ستونزې  سره مخامخ شوم او هغه د ا چې په کوم ځاى کې چې زه او سېږم يعني احمدشاه بابامينه چې پخواني  ارزان قيمت بلله،  او ډېر ئې  خلک  يعني په سلو کې له (٨٠)  څخه زيات ئې پښتانه دي، هلته هم پښتو ښوونځۍ وجود نلري  او کله مې چې  زموږ د يو خپلوان څخه  چې هغه هم درې کاله  مخکې له پاکستان  څخه راکډه شوي ؤ  د ماشومانو د ستونزو په هکله پوښتنه  وکړه نو راته وئې ويل چې زما دوه زامنو په پاکستان  په يو شخصي ښوونځي کې  زده کړې کولې، چې ډېر ښه استعداد ئې درلود او په هغه ښوونځي  کې يو لومړى  او بل ئې کله دويم  او کله دريم مقام درلود. خو له هغې  ورځې  چې دلته راغلي يو او سره له دې چې په کور کې د ماشومانو سره په ليک او لوست کې مرسته کوو او کورسونو  ته يې هم لېږو خو په دې درې کلو کې  مو ايله دومره وکولاى شول چې ماشومان مو په ښوونځي بريالي شي خو په اخر نمره. په لس ها وو تنه نور هم د ورته ستونزو سره لاس په گرېوان دى ما هم چې تېر اوړي  خپل ماشومان د گرمۍ د رخصتي لپاره کابل ته راوستي ؤ ترڅو د خپل هېواد سره آشنا شي. خو چې په فارسي نه پوهېدل نو په ښوونځي کې خو لا څه چې په کوڅه کې هم د خپلو همزولو  سره چې په فارسي ژبه ئې خبرې کولې د ستونزو سره مخامخ ؤ، نو تصميم مې ونيو  چې په نږدې راتلونکي کې وطن ته د بېرته  راستنېدو  څخه ډه ډه وکړم. ځکه  پرېکړه  مې وکړه چې لومړى بايد په تدريجي ډول  د اوړي په رخصتيو کې  هغوى ته د فارسي ژبيې کورس او يا کورني ښوونکى ونيسم، ترڅو په فارسي ژبه  د زده کړې جوگه شي، چې دا وار به هم ارومرو د هغوى په استعداد منغي اغېزه وکړي، چې په حقيقت کې به زموږ د وطن په آبادۍ هم منفى اغېزه وشيندي. نو زما غوښتنه د چارواکو او په ځانگړې ډول  د پوهني د وزارت څخه  دا ده، ترڅو په احمد شاه بابا مينه کې چې ډېرۍ  خلک ئې پښتانه دي د پښتو  ښوونځي پرانيزي ترڅو له يوې خوا د زده کوونکو په استعدادونو د ناوړه  اغېزو مخه ونيسو  او له بلې خوا هېواد ته د بېرته  راگرځېدنې بهير بيا چټک  شي.      په درنښت     د ننگرهار پوهنتون پخوانى استاد سخى جان د احمد شاه بابا مينې  اوسيدونکى ",په پلازمينى کابل کې د پښتو ژبې د ښوونځيو نه شتون 21,,"   درنو لیکوالو ،فرهنګیانو او دنظرخاوندانو ! په کابل ښارکې زده کونکو ته په مورنۍ ژبه (پښتو) دزده کړې برابرول یوه ستره اړتیا او جدي ستونزه ده، موږ له تا سې ټولو څخه په درنښت هیله کوو چې دې موضوع ته ځانګړې پاملرنه وکړۍ . مونږ غواړو چې ددې کار لپاره یو پراخ مطبوعاتي کمپاین وکړو خو ددې لپاره چې دا یو ټولنیز حرکت او عمومي اړتیا ده نو هیله ده چې خپلې لیکنې دلاندې عمومي حقیقتونو او پالیسۍ له مخې تر تیب او په بیلابیلو خپرونو (ورځپاڼو ، مجلو ، او ویب پاڼو ) کې خپرې کړﺉ لیکنې باید په عمومي ډول داسې و ي چې : ستونزه مطرح کړي ، دحل اړتیا یې وڅیړي ، عملي ، اسانې او ګټورې حل لارې ورته وړاندیز کړي. په دې اړه نور مهم مالومات او ليکني په ځانګړې برخه کي ځای شوي دي دا ځای کښېکاږی او ويې لولی   ",په مورنۍ ژبه (پښتو) دزده کړې برابرول 22,," ميرويس جلالزی - کابل په افغانستان کې د امريکايى فوځونو يو مشر جنرال جاسون پرون په کندهار کې ددوى دسرتيرو له خوا دطالب اورپکو د مړوسوځولو خبره ومنله ،خو خپل سرتيرى يې پړه ونه بلل . بل لوري د قندهار د والی اسدالله خالد په څرگندونو کښي د ایتلافي ځواکو نه د  سخت ملاتر  یادونه تر غوږو کېده ده خو داسي  مالومیدل چه د ایتلافي ځواکو او افغان پوځیانو تر منځ د گمبت په عملیاتو کښي هماهنگی نه لیدل کیده   خالد وویل وروسته له دې به داسي پیښي نه تکراریږي له بل لوري ښاغلي کمیا وویل که په راتلونکي کښي داسي پېښه تکرار شي نو سرغړونکو ته به سخته سزا ورکړه شي .   ",د دوه تنه طالبانو سوځول او افغان کلتور څخه ناخبري 23,حقمل," د ټاکنود ګډ دفتر د وياند سلطان احمد بهين د وينا له مخې مشرانو جرګې ته د انتخابي غړو دغوره کيدلو لړى پرون بشپړه شوه او تمه ده چې افغان ولس مشر به هم انتصابي غړى دغه کميسيون ته ور وپيږني . بهين وويل دافغانستان د ټولو ولايتى شوراګانو څخه مشرانو جرګې ته ٣٤تنه په دايمى او ٣٤ تنه په موقتي توگه غوره شوى دي اوپاتې ٣٤ تنه چې نيمايى به يې ښځې وى د حامد کرزى له خوا په انتصابي دول وټاکل شي . ددولت مطبوعاتي دفتر منلې ده چې په دغه لست کار روان او ډير ژر به د ټاکنو دفتر ته دا کسان ور وپيږندل شي . دمشرانو جرګه ټول ټال ١٠٢ غړي لرى . ويل کيږې چې د قوس د مياشتې په وروستى اونۍ کې به د پارلمان لومړى غونډه جوړه شى . ",د مشرانو جرګې انتخابي غړى غوره شول 24,حقمل," افغان حکومت غواړي په راتلونکو دريو کلونو کې دولتي تصدى خصوصى کړى .د دريو لسيزو او په ځانګړې توګه د نجيپ درژيم له ړنګيدو وروسته يو شمير دولتى تصديو ته ډير زيانونه ورسيدل او له کاره ولويدې .اوس دافغانستان د ماليې وزارت پريکړه کړې ده ،چې ٤٤ تصدى چې دخرڅولو بيه يې څرګنده ده ليلام ته وړاندې کړي . ويل کيږى تول ټال ٦٦ دولتى تصدى شته چې په خصوى کولو سره به نيمايى شمير کارکونکى وزګار شي .به دغو تصديو کې څه کم ٢٥٠٠٠ تنه کارکوي . د ماليې وزارت د مرستيال عبدالرزاق صمدي پر وينا له دغو تصديو څخه دولت ته گته نه رسيده چې په پلورلو سره به يې دولت څه کم دولس ميليونه ډالره ترلاسه کړي . له يوې خوا به دتوليد کچه لوړه شي او په کيفيت کې به يې ښه والى راشي . ددولت د يوې شميرنې له مخې د افغانستان له ټول نفوس څخه څه کم لس ميليونه افغانان د کار وس لري چې له دغې شميرې څخه يوازې په سلو کې ٢١ فيصده چې د کارکولو توان لري بې کاره دي . ",ددولتي تصديو خصوصى کول . 25,حقمل," د فارس د خبرى رسنى له قوله ويل شوى دى چې د عراق امنيتى ځواکونو عمرالنور له دريو تنو ترخګرو سره دعراق په ختيځ کې نيولى دى .د عراق يو امنيتى چارواکى ويلى دى دغه کس دعراق په ختيځ کې د القاعده دعملياتو ديوخيل کولو او دصدام دفدايانو مسوليت پر غاړه درلود چې په تيرو دوو کلونوکې يې د عراق په ختيځه سيمه کې د غير فوځيانو په يو ځايې وژنه کې نيغ په نيغه لاس درلود .عراقى چارواکو ددغه کس دنيونى وخت ،ځاى او تابيعت په هکله څه نه دى ويلى . ",د عراق په ختيځ کې د القاعده يو مشر نيول شوى 26,حقمل," د چين هېواد په سهيل ختيځ دهيلونګ جانګ ايالت د دونګ فنګ دډبرو سکرو په کان کې تيره شپه ديوې چاودنې له امله ٤٠ تنه مړه او ١٣٨ تنه نور ټپيان شوى دي . يوازې ٤٠ تنه په وتلو له مرګ څخه بچ شوى دى . د سين هوا خبري رسنى له خولې راغلى چې دغه چاودنه دشپې له خوا شوې ده . د يوې شميرنې له مخې په روان کال کې د چين په کانو کې څه کم ٣٠٠٠ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى . ",د چين په يوکان کې ٤٠ تنه مړه او ١٣٨ ټپيان شوى دى 27,حقمل," دالخليج امارتى ورځپاڼې ليکلى چې د لبنان د پخوانى وزير حريري دترور يو شاهد وژل شوى دى . ورځپانه ليکى ( نواردونا ) په لبنان کې د ګرځنده ټلفون يو خرڅونکۍ وو. د حريرى د ترور عاملانود اتو ټلفونى ليکو څخه پنځه ليکى له دغه کس څخه رانيولىوې . دغه کس دبتجرين ښار په واټ کې د خپل يو دوست سره يوې کندې ته دموټر د نسکوريد و له امله ووژل شو .د حريرى د ترور په باره کې د تحقيق نړيواله کميټې څو ځلې دونا د شهادت ورکولو لپاره ورغوښتى وو. له ده سره په موټر کې ناست کس ټپى شوى دى او اوس د درملنې لپاره تر سختو امنيتى شرايطو لاندې په يو روغتون کې بسترى شوى دى . ",د حريرى د ترور يو شاهد وژل شوى . 28,," د افغانستان پلازمينه کابل به په راتلونکۍ کې د شپږو ګاونډيو اود نړى د پنځو نورو هېوادونو د يوې گدې اقتصادى غونډې چې دوه ورځې به دوام ومومي ، کوربه شى . په غونډه کې به په سيمه کې د اقتصادى همکاريو په وڼده کې د افغانستان پر نقش او اهميت خبرى او غور وشى . افغانستان په سيمه کې د منځنى اسيا او نورو اسيايى هېوادونو لپاره د يو پل حيثيت لرى چې په غونډه کې به د برخه والو زياتره خبرې همدغه ټکى ته متوجه وى . دبريتانيا هېواد چې د دغه غونډې په جوړولو او رابللو کې يې ډير کمک کړى دى د نړۍ د اتو صنعتى هېوادونو دډلې په استازيتوب ، په غوڼده کې ګډون ولرى . ",کآبل د يولسو هېوادود اقتصادى غونډې کوربه . 29,حقمل," د الجزيرې د خبريال له خولې ، لومړى پايلې ښيى چې د اخوان المسلمين نوماند د ٢٨ څوکيو په گتلو سره دټاکنو په دويم پړاو کې د مصر له واکمن گوند څخه مخکې شوى دى . دواکمن ګوند يو شمير وتلوڅيرو لکه د کرنې د پخوانى وزير يوسف والى به څير د اخوان المسلين د نوماندو په وړاندې ماتې خوړلې ده . حاکم ګوند له دوو ايالتونو اسماعيليه او پور سعيد څخه يوه څوکۍ لاس ته راوړې ده . همدا شان اخوان المسلمين اعلان کړى دى ، چې ٦٢٨ تنه پلويان يې د مصر د پوليسو له خوا نيول شوى دى . ",د مصر په ټاکنوکې د اخوان المسلمين بريا . 30,حقمل," په عراق کې څلور تنه بهرنيان چې دوه تنه يې کاناډايان او دوه تنه يې د امريکا او بريتانيا اوسيدونکى وو د نامعلومو کسانو له خواتښتول شوى دى . دکاناډا حکومت منلې ده چې دوه هېوادوال يې تښتول شوى دى . په دې هکله پلټنې پيل شوى دى او تراوسه هيڅ ډلې د دغو بهرنيانو چې په بشرى کارنو کې بوخت وو، د تښتونې مسوليت نه دى پر غاړه اخيستى . ",په عراق کې څلور تنه بهرنيان تښتول شوى دى . 31,,"   دملگرو ملتونو یو ویاند ادوارد نن یوې خبري غونډې ته وویل چې لاتراوسه په افغانستان کې  له نیکه مرغه دچرگانو والگی چې د نړۍ په ډېرو برخو خپور دی، ندی لیدل شوی. نوموړي وویل چې دملگرو ملتونو  دخوراک او کرهڼې اداره دافغانستان دکرهڼې له وزارت سره یو ځای پدې کار کوي ترڅو خلک ددغې ناروغۍ په اړه خبر کړي.  ",په افغانستان کې دچرگانو انفلوینزا نشته. 32,حقمل," تر سختو امنيتى تدابيرو لاندې به د عراق په پلازمينه کې د صدام حسين محاکمه پيل شى . همدا شان څرګنده شوى چې په لومړى ځل به ځينى شاهدان هم راوغوشتل شي .د تلې له ٢٧ نيټې څخه راپه ديخوا کله چې د صدام حسين محاکمه پيل شوه تراوسه يې دوه تنه مدافع وکيلان وژل شوى دى . عراقى چارواکو وويل چې دوى يوه ډله کسان چې غوښتل يې د صدام دمحاکمې مشر قاضى ووژنى ،نيولى دى . ",د صدام حسين محاکمه به نن په عراق کې پيل شى . 33,حقمل," د زابل ولايت چارواکو منلې ده چې ددولت د مخالفانو ديو وسله وال بريد په ترځ کې چې تير مازديګر د دغه ولايت د ميزانى ولسوالى په مربوطاتو کې تر سره شوى دى دهغه ولسوا لى د امنيت مشرعبد الله جان وژلى دى . په دغه بريد کې يو بل حکومتى سرتيرى ټپى شوى دى . موټر يې هم په ډزو سورى شوى دى . دولتى چارواکو د پېښـې په تور ١١ شکمن کسان نيولى دى . ",په يو بريد کې د زابل يو امنيتى کس وژل شو دى . 34,,"   دعراق پخوانی دیکتاتور ولسمشر . نن دعراق داستئناف ځانگړې محکمې ته له اوو تنو نور ملگرو سره حاضر کړای شو. صدام حسین د محکمې له قاضي وغوښتل تر څو دده هغه خبرې چې امریکایانو لپاره یې دمحکمې جریان کې ولیکلې واورول شي گوندې په محاکمه کې به یې اسانتیا راشي. صدام حسین قاضي ته دا هم وویل چې ترې په دروازه کې ولې تر ناستی مخکې قلم اخیستل شوی. هغه قاضي چې صدام حسین محاکمه کوي کردی دی. داد صدام حسین دوهمه علني محکمه ده چې د ١٩٨٢ کال ددجیل په پېښه کې چې ١٤٨ وگړي يې وژلي وه په تور محاکمه شي. نوموړی دعراق په پلازمینه بغداد د الخظرا په سیمه کې محکمې ته پداسې حال کې حاضر شو چې ډیر کلک امنیتي تدابیر ورته نیول شوي وه. د نوموړي په دې محاکمه کې د امریکې او قطر دعدلې پخواني وزیران دنوموړي له مدافعې وکیلانو څخه دي. ",صدام حسین محکمې ته حاضر شو. 35,," د ننګرهار والى شيرزوى منلې ده چې دوى يو څلور کسيزه ډله يې  له يو اندازه چاوديدونکو توکو سره نيولې ده .والي وايي دغو کسانو د امنيت په لاره کې خنډونه پيداکول او يو شمير بې ګناه خلک يې د نادرستو رپوټونو له مخې د ايتلافي ځواکونو په لاس زنداني کول .دغه ډله د جلال اباد او تورخم د لارې په اوږدو کې د دکه په سيمه کې د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوې ده. په دغه ډله باندې د يو شمير نورو ناوړو کارونو تور هم لګيدلى دى . له دغو کسانو څخه پوښتنې رواني دي . ",په ننګرهار کې يوه دله ورانکاري نيول شوى دى . 36,ډاکټر احمد احسان زمانې," لیک : ډاکټر احمد احسان زمانې(سویس)د ډیروتاریخپوهانو په ملتیا د نن ورځې سیاستپوهان او خلک په دې عـقیده چې افغانستان په تیرو څولسیزو کې دوه وارې د نړۍ لخوا قربانې او تباهۍ سره مخ کړاۍ شو. د لومړې ځل لپاره د سړی جګړی په اوږدو کې او ددوهم ځل لپاره د سړی جګړی څخه وروسته.افغانستان دخپل موقیعت له نظره چې په جغرافیایی او د تاریخ له تیرو پړاوونو څخه ځان ته دوه اړخه ورکوې او هم دا دوه اړخیزه موقیعتونه ددی لامل ګرځیدلې چې د تاریخ په اوږدو پړاوونو کې دا هیواد په مستقیمه او یا په غیر مستقیمه توګه د بهرنې یرغلګرو او یا د نړۍ پر مخ له زورورو هیوادونو له خوا یا تر مستقیم اشغال لاندې او یا د ګوډاګې او زور پلویو حکومتونو له خوا د ګواښ او په خپل منځې جګړو ته ور ښکیل شوای دې.د ستر احمد شاه بابا له وخت افغانستان که د نن ورځې د افغانستان سره پرتله کړو نو ګورو چې هم دغه داخلې او خارجې فشارونه،ګوتوهنې او اغیزی وی چې په دومره اوږده مهال کې هیواد نه یواځی دې ته ورسولو چې خپل پراخه سرحدونه د لاسه ورکړې بلکه د وخت د بدلونونو سره سم کمزوری او دخپلو پښو څخه وغورځیږې.هم داوختونه او تاریخې پیښی وې له کومو نه د راتیریدلو،ښکیلیدلو،ربړیدلو او ځپل کیدلو څخه وروسته د نن ورځې افغانستان مونږته په لاس راځې.راځو د قربانۍ په لوری نو په دا کې هیڅ شک نشته چې د افغانستان ولس دخپل جرات،شهامت او نه ماتیدونکې خاصیتونولپاره بی سارتیا لرې او لامل یې هم دادی چې د افغانستان اوسیدونکې په خپل دین او مذهب د ډیرې کلکی عقیدې خاوندان دې او له هم دې امله د بهرنیانو له خوا په دینې جامه کې ورتپل شوې حکومتونه ددې سبب ګرځیدلی چې نه افغانستان او نه یې وګړو ښه ورځ لیدلی او یا یې خاوندان شوې وې. کله چې دروسانو او امریکایانو ترمنځ سړه جګړه په داسې یوه خطرناکه مرحله کې ورداخله شوه چې اټکل کیده یووارې بیا نړۍ دیوې لوی اوپراخې نړیوالې جګړې په لوری ولاړه شې نودخپل ځان اود خپل موقف دټینګولوپه خاطر شوروی اتحادپه افغانستان مستقیم یرغل وکړاودخپل یرغل ترڅنګ یې دغلته دخپلې خوښې ګوډاګیان وګومارل چې نه یواځې دغلته حکومت وکړې بلکه په دینې سطحه هم پراخې تبدیلیانې اودخلکو په عادې ژوندکې لاسوهنه وکړې.له بلې خواهم دا لامل دجګړې دحریف امریکا لپاره ددې سبب وګرځیده چې ددوې په خلاف په اسلامې جامه کې داسې حزبونه او دجهاد په نوم دجهاد د ماحول تنظیمونه جوړ کړې چې په ښکاره توګه د عامو خلکولپاره دمنلو وړ وې او له بلې خواهم ورته دجنګ یو وړیا میدان په لاس ورغلو چې له پخوا څخه ازمویل شوی او مدام دښمن ته دماتې ورکولو لپاره یې نوم درلود.دغې سړې جګړی د جهاد نوم غوره کړو اودافغانستان ولس پکې په ډیر بې رحمانه توګه راښکیل کړای شول چې په نتیجه کې یې دډیرو پاکواومعصوموخلکووینې توې اوهم یې هیواد په کنډوالوبدل کړ.دا چې دجګړې دګټلو اودپخوا په څیر دیرغلګردماتې په انعام کې افغانستان ته څه ورکړ شول،هغه نن ورځ ټولو ته یوه ښکاره خبره ده.امریکې په ډیره اسانتیا کولای شول چې دوې له د برې ورکونکې هیواد که نورهیڅ هم نه وې د خپلمنځې انتشاراودیوبل له خوړلو څخه وژغورې لاکن داسې ونه شوه او دافغانستان په نصیب اوبرخلیک کې په قربانۍ پسې قربانې کیدل لیکلې وو.دژبنې تصادم په ملتیا په هیوادکې پراخه حزبې جګړې تودې اوپراخه شولې چې پاتې کنډوالې یې لاپسې خرابې،افغانستان یې دخپلوګاونډیانو دلوبومیدان اودقاچاقواوتروریزم مرکزوګرځولوچې نن ورځ ترینه امریکایان په خپله سرټکوې اودراټولولو لاره ترینه ورکه ده اوهم دا وجه ده چې افغانستان نه یواځې دسړی جګړی په مهال اونه دهغې څخه وروسته یواځې دوه ځل قربانې شولو بلکه دا سلسله لاپسې دوام لرې اوهره ورځ په یونوې نوم دهیوادوګړې وژل کیږې.زما په اند دشوروې اتحادلخوامنځ ته راوړل شوې او د نن ورځې په حکومت کې هیڅ توپیرنشته.که پخواداشرارو او مجاهدینو په نامه دروسانو لخوا خلک وژل کیدل نونن ورځ هم د القاعدې او طالب په نوم هماغه خلک وژل کیږې چې د روس په خلاف یې په جهاد کې برخه درلودله بلکه که داهم ورسره دلته مل کړو چې نن ورځ یواځې پښتانه په دغه نوم وژل کیږې نوبې ځایه به نه وې.دشوروې دیرغل په دوران کې دهیواد وګړې په بیلابیلو هیوادونوکې په پناه اخیستلو مجبوره وولاکن نن ورځ په افغانستنان کې بیرته راستانه شوې خلک په خپله خاوره د وسیدلو ځای نه لرې .دشوروې لخوا دهاغه وخت راوړل شوی د کمونیستې نظام ته په ښکاره د مساواتواود حقوقو دبرابرویش نظام ویل کیدو لاکن په اصل کې هم دحکومت واګې او دهیوادپانګې د یوڅو وتل شویو اودوې ته دمنلو وړو کسانوپه لاس کې وې،ددې په پرتله نن ورځ په ډیره ښکاره توګه او هم دپخوا په څیردهیواد واګې دیوڅو وتلو،منلواوښاغلیو په لاس کې دې چې ډیر تعداد یې هماغه پخوانې جنګسالاران ،قاتلان او جنایتکاران جوړې چې پخوا یې له یوی خوا دشوروې نه اوله بلې خوا د امریکایانو نه لاس ته راوړنې کولې اوله بلې خوا یې لاسونه دافغانستان ملې اثاراوپانګې په بهر کې په پلورلو ککړدې اویو وار بیا دملت په احساساتو یې لوبوکولوته خپلې مټې رانغاړې.دښاغلې کرزې دواک په پیل کې ټول ملت په دې تمه وو چې ددوې کړاوونو اوقربانیانو ته دپای ټکې کیښودل شو او که نورڅه نه وې نوپه هیواد کې د یو عادلانه حکومت په رامنځ ته کیدلو د انتشار لاره ونیول شې لاکن د وخت په تیریدلو او په خاصه توګه اوسنې پارلمانې انتخاباتو بیرته د افغانستان د خلکو سترګې خلاصې کړې او تول په دې وپوهیدل چې دا بل هیڅ نه بلکې یوه جوړه کړای شوی ډرامه وه چې په قانونې توګه واک او د افغانستان برخلیک یو وارې بیا د پخوا څخه ازمویل شویو خلکو په لاس کې ورکړې.د ارګ له دروازې څخه بهر دښاغلې کرزې امرنه چلیدل،له هر چا له خوا ځان ته دکرزې ویل او ګڼل اوپه پای کې دامنیت خرابیدل او د بی ثباتۍ ډیریدل په دې خبره دلالت ورکوې که چیرې موږ وس هم راویښ نه شو او خپل ځان ونه پیزنو ،خپل پټ او ښکاره دښمنان ونه پیژنو،په دوست او دښمن کې توپیر ونه کړو ، له تفرقې او نفرت څخه لاس وانه خلو او ملې ګټو او ارزښتونو ته په خپلو شخصې ارزښتونو برترې ور نه کړو نو خدای مه کړه هغه ورځ به راشې چې افغانستان به د نن ورځې د قربانیو سره سره یو وارې بیا د لویو او نه راګرځیدونکو قربانیو په لور ولاړ شې.و ما علینا الالبلاغ. ",آیا په رښتیا افغانستان دوه ځلې قربانې شو؟ 37,بلجيم دافغانانو ټولنه," په ډیره خواشینۍ سره مو خبر واخیست چه د هیواد ستر ه ، درنه ملی څېره جنرال رحمت الله ساپی د ورپېښې ناروغۍ له امله ددې کال د نومبر د میاشتې په ۲۴ مه له هیواده لیری په پردېسۍ کې په لندن کې وفات شو.  انا لله وانا الیه راجعون . جنرال رحمت الله ساپی نه یوازی ددوی د کورنۍ بلکه د ټولو افغانانو ویاړ دی . په بلجيم کي د افغانانو د مرستي ، پوهاوي او پيوستون ټولنه او مېشت افغانان په دې غم کې ځانونه شریک ګڼي اوارواښاد ته د بخښونکي خدای له دربارڅخه دفردوس جنت او د ارواښاد کورنۍ ، مینه والو او ټولو افغانانو ته د جمیل صبرغوښتنه کوی . امین  د افغانانو د پوهاوي، مرستي او پيوستون ټولنه  مشرتابه جرګه - بلجيم   ۲۸- ۱۱- ۲۰۰۵   ",په بلجیم کې د مېشتو افغانانو دخواخوږۍ پیغام 38,," ع نورزي : هلمند  دهلمند والي وايې  كه چيري دولسواليوولسوالان په خپله ولسوالي كښې اپين مات نه كړي نوله دندوڅخه به ئې ګوښه كړي . دهلمند والي حاجي شيرمحمداخندزاده نن په هغه غونډه كښې چي داپينودله منځه وړلوپه اړه دولايت په مقام كښې جوړه شوي وه په ډاګه كړه كه چيري دټولوولسواليوولسوالان په خپله ولسوالي كښې ديوې اونۍ په ترڅ كښې ټول اپين كوم چي اوس كرل شويدي مات نه كړي نوولسوالان به له دندوګوښۀ كړي . دهلمند دنادعلي ولسوالۍ ولسوال محمدقاسم دبېنوا خبريال ته وويل : زه چي داوس وخپلي ولسوالي ته ولاړم نواپين به ماتوم داپه داسي حال كښې ده چي دميزان ياتلې پراته ويشتمه هم دكابينې يوشميروزيرانوله كروندګروڅخه غوښتي وه چي پخپلوكروندوكښې بايداپين ونه كري . هلمند يودافغانستان دهغوولايتونوڅخه دي چيري چي ډېركوكناركرل كيږي .     ",د هلمند والي د ترياکو د له منځه وړلو هوډ کړی دی 39,حقمل," افغان ولس مشر حامد کرزى پرون شپه د اوو بجو په شاوخوا کې خپل پلرني ولايت کندهار ته په يو ناڅاپى سفر رسيدلى دى . دده سره په دغه سفر کې د پوهنې وزير هم ملګرى دى . حامد کرزى به په دغه سفر کې د کندهار، زابل ،ارزګان،نيمروز اوهلمند ولايت د دولتى چارواکو ،يو شمير قومى مشرانو او مخورو او د راتلونکى ولسى جرګې او ولايتى شوراګانو له انتخاب شويو غړو سره وګوري . دسفر موخه په دغو ولايتونو کې د امنيت او دنيشه يى توکو دکرکيلى د مخنيوى په هکله خبرې او ارزونى بلل شوى دى . ",افغان ولس مشر خپل پلرنى ولايت ته رسيدلى دى . 40,حقمل," د ډاياګ يا د غير مسولو کسانو څخه دغيرقانونى وسلو دراټولولو دلړى په ترځ کې چې پنځه مياشتې وړاندې په افغانستان کې پيل شوى تراوسه يويشت زره وسلې دغيرمسولو کسانو څخه راټولې شوى دى .ددفاع وزارت مرستيال جنرال محب الله پرون په يوه خبرى غونډه کې خبريالانو ته وويل هرڅوک چې ددولت په ادارو کې کار کوى او پخوانۍ وسلى ورسره پاتې وى بايد دولت ته يې وسپاري . دډاياګ يو چارواکى جنرال فراهى وويل د ټاکنو په بهير کې يوازى له ١٤٠ تنو کانديدانو څخه څلور زره ميله وسله راټوله شوې ده او همداشان ددولت ٩ تنو قوامندانانو په خپله خوښه دغه کميسيون ته وسله سپارلې ده . ده وويل دا يو ملى پروګرام دى او په ټول هېواد کې په يو ښان پلى کيږى .ده دا هم وويل چې په دولت کې تر پنځوسو تنو قوماندانان او لوړپوړى چارواکى شته چې وسله لري او په ولاياتو نو کې هم يو شمير دولتى کسان په ګوته شوى دى چې غير مسول دى هم وسلې لري او هم وسله وال ګروپونه لري .دغه ډلې د امنيت او دنيشه يى توکو دقاچاق د مخنيوى په برخه کې لو ګواښ دى او دسيمى اوسيدونکى ورڅخه په عذاب او تکليف دى ،په خپل سر ماليات ټولوى . دډاياگ پروګرام چارواکى وايى دوى نه پوهيږى چې په ټول هېواد کې به څومره وسلې وى .دغه پروګرام د دولت ديو شمير وزارتونو ،ملګرو ملتونو ، بې وسلې کولو د کميسيون دچاپان او يو شمير نورو هېوادونو په مرسته پر مخ بيول کيږى . دغه پروګرام په دريو پړاونو کې پلىکيږى ،په خپله خو ښه د وسلې سپارل،د خبرو له لارې او په پاى کې د قانون له مخې په زور له غير مسولو وسله والو کسانو څخه وسله ټوليږي . ",په دولت کې يو شمير کسان غيرقانونى وسلې لري . 41,حقمل," د افغانستان له پاره د امريکا د امنيتى همکارۍ مشر تورن جنرال جان برينن پرون د يوې خبري غوڼدې له لارې د افغانو پوليسو د ادارى ، تشکيلاتى اصلاحاتو او ريفورم په برخه کې دملياردونو الرونو دمرستې ژمنه وکړه چې د هېواد په کچه د اوو سيمه ايزو قوماندانيو ، لوژيستکې ،روزنيزو مرکزونو په جوړولو او نورو اړينو برخو کې به ، په راتلونکو کلونو کې ولګوي ، چې له دې سره ىبه دپوليسو په مياشتنۍ تنخواوو کې هم زياتوالى راشي . ويل کيږى چې تر اوسه پورې څه کم ٥٠ زره کسان پوليس او ٣٠ زره دملى اردو سرتيرى تر لومړنيو روزنو لاندې راغلى دى . ",دافغان پوليسو سره د امريکا دپراخو مرستو ژمنه . 42,حقمل," د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد کې پرون نوى دارالمعلمين چې د ١٩٠ زرو ډالرو په لگښت دچاپان هېواد په مالى مرسته او ديونسف او د افغانستان د پوهنى وزارت په همکارى جوړ شوى دى د يو لړ رسمى مراسم په ترځ کې پرانيستل شو . دا پنځم دارلمعلمين دى ،چې په هېواد کى جوړيږي . له دې نه وړاندې په هلمند ، سمنګان ،لغمان او تخار کې هم ورته نوى دارلمعلمينونه جوړ شوى دى . ټاکل شوې ده چې د ٢٠٠٥ کال ترپايه پورې د کندز ، جوزجان ،کندهار او کنړپه ولايتونو کې هم جوړ شى . ",په ننګرهار کې نوى دارالمعلمين پرانيستل شو . 43,حقمل," د جرمنى د بهرنيو چارو وزارت منلې ده چى يوه المانى ښځه په عراق کې ورکه شوى ده او يو ټيم ته دنده سپارل شوې تر څو په دې هکله پلټنه وکړى . دغه جرمنى ښځه د جمعې په ورځ د موټر له چلونکى سره يو ځاى ورکه شوې ده . ",يوه جرمنى ښځه په عراق کې ورکه شوې ده . 44,حقمل," په افغانستان کې د چاپان سفير د هغه دوو پروتوکولونو له مخې چې پرون يې دبهرنيو چارو له وزير داکتر عبدالله سر ه لاسيلک کړل وويل چاپان به ١١ ميليون ډالره د بلخ ولايت د مرکز د مزارشريف د ښار د داخلى سړکونو دجوړولو او ٤٠٠ زره ډالر د ملى موزيم د اثارو د نمايش له پاره د ويترونونو دجوړولو په خاطر د افغان دولت له اړوندو ادارو سره مرسته کوى . د مزارشريف د ښار د سړکونو دجوړولو کار به دراتلونکىکال د حمل په مياشت کې پيل شى . ",د چاپان د ١١ ميليونواو ٤٠٠ زرو ډالرو مرسته 45,حقمل," هغه څيړندويه علمى سيمنار چې د ارواښاد پوهاند عبدالحى حبيبى د مړينې د شلم تلين په موخه دهېواد ديو شمير پوهانواو استادانو په ګډون په کابل کې جوړ شوى وو پرون د يو پرکړه ليک په صادريدو سره پاى ته ورسيد .په دغه پريکړه ليک راغلى چې په کابل کې د يو واټ او دکندهار کتابتون دپوهاند عبدالحى حبيبى په نوم ونومول شي . په پريکړه ليک راغلى دى چې د سينمار مقالې د اطلاعاتو،فرهنګ او توريزم له خوا چاپ او خپرې شي او دپوهنتونونو دژبو او ادبياتو په ټولوپوهنځيو کې د حبيبى پيږندنې مضمون تدريس شى .همداشان ويل شوى دى چې ددولت له خوا د د حبيبي شخصي کور د پوهاند حبيبى دڅيړن مرکز دچارو د پرمخ بيولو له پاره رسما پرانيستل شي . په پريکړه ليک د پوهاند حبيبى دژوند ليک او اثارو د خپريد غوښتنه شوې ده . دغه پريکړه ليک ٩ مادې لري . دغه سيمنار چې د يکشنبې په ورځ د افغان ولس مشر په پيام پيل شو د يو شمير پوهانو او استادانو له مقالو ويلو وروسته پرون مازديګر د يو پريکړه ليک او داطلاعاتو،فرهنګ او توريزم د وزير دوکتور رهين په دغه شعر سره پاى ته ورسيد . مګو ګذشته رفيقان زدل فراموش اند-- کدام پرده که درنغمه اش نمى جوشد ",د پوهاند عبد الحى حبيبي په نوم دواټ نومول . 46,," دا  د ستر فرهنګي شخصيت  ارواښاد پوهاند علامه رشاد بابا سره د صديق الله بدر  د مرکو ٢٥٢ مخيزه ټولګه ده، چې تېر کال په همدغه ورځو شپو کې چاپ ته چمتو شوې وه؛ خو د مالي ستونځوله امله چاپ نه شوه٠اوس د هغه د چاپ لپاره عبدالنافع همت د ميوند مجلې مسول چلوونکي مټې نغاړلې،اميد چې ډېر ژر په يوه اوونۍ  په کابل کې چاپ او خپره شي٠ ",د سيمو تاريخي جغرافيه به ډېر ژر چاپ شي٠ 47,,"  د دې ګڼه د ځينو مطالبو سرلیکونه : * د افغان رسالی د خپرونی اووم کال * په ټورنټو کې د نيکمرغه کوچني اختر لمونځ ادا سو. * جوان افغان در مسابقه بین المللی قرائت قرانکریم مقام سوم را حایز گردید. * درنگی بر پروسه دردناک ملت سازی در جوامع قبیلوی ــ امیر عبدالرحمن خان در ترازوی تاریخ  ښاغلي ډاکتر روستار تره کی * نابودی اردوی افغانستان * موزيم شهر شهيد كابل چه وقت بنا خواهد شد؟ * مقدمۀ بر چگونگی تحول تاریخ در خاور زمین * دولسی جرګې د غړو لست * اداى احترام به رزا پاركس نماد جنبش حقوق مدنى امريكا * مرکز تشخیصی تدریسی و تحقیقاتی امراض قلبی افغانستان * نقدی بر شرقیمانه بزرګ * غزني پوهنتون : دغزني د تاريخي اوفرهنګي پرتم اوپيژندګلوۍ نښه - ښاغلي داکتر خالق رشید * د کرزي او ظاهر شاه خوبونه ترخه کيږی ؟ ښاغلي قدرت الله حداد * برتری نظامي امريکا، تفوق سیاسی روس ، تسلط فرهنګی ایران و دسیسه بازی پاکستان – داکتر رحیم عزیز * بوش په جنګ کې ( ۱۷ ) برخه * د ښاغلي حبیب الله مایار سره مرکه * رساله سخن شناسی – ښاغلي ډاکټر سيد خلیل الله هاشمیان * کرزی صیب د اساسی قانون څخه سرغړونه کوی – ښاغلي لاروی * ۱۷۴۷ باز تولد یک کشور کهن * ادبي مرغلرې او نور مطالب ، رپوټونه او مرکې په انګريزی برخه کې  افغان رساله / Afghan Post - ټورنټو - کاناډا  تیلفون ۹۰۸۱ – ۴۷۲ (۹۰۵) فکس ۴۶۸۴ – ۴۷۲ (۹۰۵)  بريښنا لیک  afghanpost@rogers.com  ويب پاڼه www.afghanpost.com  ",د افغان رسالې (۷۸ ) پرله پسې ګڼه له چاپه راووتله . 48,حقمل," د خوست په ولايت کې ددولت ٢٩ تنه مخالف سيمه ايزقوماندانان دملى پخلاينې له ليکې سره يو ځاى شول . دغو قوماندانانو مخکې تر دې د حکمتيار د حزب اسلامى او طالبانو په ليکو کې فعاليت درلود .د خوست والىمعراج الدين پټان له دولت سره ددوى يو ځاى کيدل د سولى او ارامى په لار کې ګټور ګام وباله اود دوى هرکلى يې وکړ. ",٢٩ تنه مخالف قوماندانان له دولت سره يو ځاى شول 49,,"   تیره ورځ عراق ته دامریکې دمتحده ایالاتو سفیر زلمي خلیلزاد یوې خبري غونډې ته وویل چې ولسمشر بوش ورته دنده سپارلې ترڅو له ایران سره دعراق دامنیت په اړه ډیپلوماتیکې خبرې اترې وکړي. خو بل لورته دامریکې دبهرنیو چارو وزارت ویاند دخلیلزاد دغه خبرې یوازې له ایران سره دعراق په اړه ځانگړې او ټاکلې وبللې. امریکا هر ډول ډیپلوماتیکې اړيکې له ایران سره بندې کړي. ",خلیلزاد له ایرانیانو سره دعراق په اړه خبرې کوي. 50,,"   دولسمشر کرزي مطبوعاتي دفتر ویلي چې ولسمشر له دوه ورځني سفر وروسته چې کندهار ته تللی وه بیرته کابل ته راستون شو. ولسمشر په کندهار کې دڅلورو ولایتونو کندهار، هلمند، ارزگان اوزابل ولایتونو له ١٥٠٠تنو مشرانو، ښځو، علماو او سپین ږيرو سره وکتل او دغو استازو ورته په خپلو سیمو کې دکوکنارو د نه کرلو خبره وکړه. دغه راز ولسمشر دکندهار دانجنو یوه ښوونځي ته ورغی او په ستونزو یې ځان خبر کړ. له ولسمشر کرزي سره په دې سفر کې امنتي سلاکار زلمی رسول، دپوهنې وزیر قرقین او جاوید لودین هم ملگري وه.   ",ولسمشر کرزی له قندهاره کابل ته راستون شو. 51,,"      دنړیوال مرستندویه ځواک له لورې په خپرې شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې ددغو ځواکونو یو لوی کمپ جولیان چې پکې څلور زره سرتیري میشت دي افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شو. دا نظامي کمپ په کابل کې وه چې دکانډایانو پورې یې تړاو درلود او ددغه هیواد دوه زره سرتیري پکې میشت وه. جولیان لومړی کانډايي سرتیری وه چې افغانستان ته راغلی نو ځکه دغه کمپ هم دده په نوم نومول شوی وه.  ",کانډا پورې اړوند جولیان کمپ نه کانډايي سرتیري ووتل. 52,,"                    سیاف           رباني          قانوني          محقیق       شکریه باریکزۍ   ملالۍ جویا   گیلاني خبرونه وایي چې داتحاد اسلامي پخواني گوند مشر عبدالرب الرسول سیاف ویلي چې دپارلمان ریاست ته به ځان کاندید کړي. تر استاد سیاف وړاندې محمد یونس قانوني، برهان الدین رباني، حاجي محقیق، شکریه باریکزۍ، ملالۍ جویا او سید اسحق گیلاني هم دپارلمان ریاست ته چمتوالی ښودلی. تیره ورځ یونس قانوني دشمال گڼ شمیر دپارلمان استازو ته په خپل کور کې وویل چې پدې اړه ورسره مرسته وکړي. نوموړي وویل چې له ولسمشر کرزي سره یې پدې اړه خبرې کړي ترڅو دولسي جرگې دمشر په ټاکنه کې هېڅ لاس وهنه ونه کړي او دخیر په غونډۍ کښېني. دقانوني په وینا ولسمشر ورته ډاډ ورکړی چې دچا ملاتړی ندی. کتونکي وایي داسې ښکاري لکه دتل په څیر جهادي رهبران لا اوس هم بې اتفاقه دي. ځکه دولسی جرگې ریاست ته څو تنو جهادي رهبرانو ځانونه نومولي. داسې ښکارې چې ونه توانیږي دپارلمان ریاست وگټي.     ",استاد سیاف دپارلمان ریاست ته ځان ونوماوه. 53,حقمل," د زابل ولايت چارواکو منلې ده ،چې تيره شپه ددولسو بجو په شاوخوا کې قلات ته څيرمه د کاکړانو په سيمه کې د يوې ډلې غلو له خوا کابل - کندهار سړک دترافيکو پر مخ بند شوى وو او غلو غوښتل چې له مسافرينو او د ګاډو له سپرليو څخه مالونه او پيسې لوټ کړى . د زابل ولايت وياند ويلى دى ،چې پوليسوپه خپل وخت سيمې ته ځانونه ورسول او وروسته يې اته تنه غله په يو کلى کې دپلټنې په ترځ کې ونيول . له نيول شويو کسانو څخه پلټنې روانى دى .همداشان د پکتيکا په ولايت کې هم پوليسو شپږ تنه وسله وال غله نيولى دى . دغو کسانو د پوليسو جامى په ځانو کې درلودې . ",په زابل او پکتيکا کې وسله وال غله نيول شو ى دى . 54,حقمل," د غزنى د سرروضې اوسيدونکو نن غرمه د يو لاريون په ترځ کې په غزنى کې د امنيتى چارواکو اوکارکونکو پر کړنو نيوکې وکړې او له ولس مشر کرزى او کورنيو چارو وزارت له چارواکو څخه يې وغوشتل چې دامنيتى چارو د خپل سريو مخه دې ونيسي . دغه لاريون ددغه سيمې د يو اوسيدونکو د وژنې له پېښې وروسته رامنځ شو ، چې تيره شپه ديو شميرغلو له خوا په سرروضه کې ووژل شو . لارويانو ويل چې دغلو ډله پوليسواو امنيتى چارواکو پيږندلى ولې د نيولو لپاره يې اقدام نه کوى ، ځکه له دوى سره اړيکې لري . ",په غزني کې يو لاريون شوى دى . 55,حقمل," يوې وسله والې ډلې د عراق په شمال کې په يو کوچنى بس موټر باندې د يوبريد په ترځ کې ٩ تنه وژلى او ٢ تنه يې ټپيان کړى دى .ويل کيږى وژل شوى او ټپيان شوى کسان د يوفارم کارکونکى وو. ",وسله والو په عراق کې ٩ تنه وژلى دى . 56,هدايت الله هدايت - استراليا," هدايت الله هدايت - استراليا نن  ترهګر ي او د دې شومي پديدې سره د جګړې او مبارزې جريان د نړېوال  سياسي او ټولنيز ژوند په  ډګر کې د يوې ډېري پېچلي او د ورځي په ډېري حادي موضوع باندي بدله سوې ده  .  په نړۍ کې د ترهګر ۍ شبحه لکه د سړې جګړې په څېر زموږ د نړۍ راتلونکې ډېره مشوشه کړې او د سبا دپاره اميدونه  يې د مينځه وړلو د ګواښ سره مخامخ کړي دي  . د سپټامبر د يولسمي ترهګر ي سهمناکې پېښي نه راوروسته نن دغه پروسه داسي شرائطو ته ننوتې ده  چې بشري ټولنه يې په هره شېبه کې و يوې بلي هولناکي پېښي ته په انتظار کې پرې ايښې ده . نن چې د نړۍ ټول  اطلاعاتي او خبري رسنۍ په خاص ډول راډيو او ټلويزيون چې د شتمنو ميليارډرانو په واک کې کښېوتي دي او د نړۍ ټوله  فکري ماحول يې په واک کې راوستی دی ، اوس ترهګر ۍ ته داشاني بڼه ور کوي چې ګواکې د دوی په وينا يوازي  هغه وخت  به پاې ته رسيږي چې هغوی دي پرټوله جهان لاس تير اوهغه دي  خپله کړي .  هغه پراخه  په ظاهره  مبهمه  او پېچلې استراتيژي چې نن د امريکا او انګليس لخوا  د ترهګر ۍ سره د مبارزې تر نامه لاندي پرمخ بېول کيږي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د امريکايې او ناټويې  پوځې اډو د غزېدو او ځاي پر ځاي کېدو لړۍ يې روانه ساتلې ده، آيا دغه  بېساري پوځي پراختيا ، په رشتيا هم د يوه ترهګر  عمل د مخنيوی دپاره تر سره کيږي  اوکه د دغي پروسې تر شا نور ډېر څه پټ دي؟  د نړۍ ډېر خلګ اوس د ځانه سره دا پوښتنه  کوي چې  دامريکا اداره چې  د ترهګر ۍ سره د جګړې په بهانه په دومره شدت او وحشت سره عمل کوي او هر ځاي ﻻس او پښې غزوي آيا د هغوی نه په دې جګړه کې د کلاوې سر ورک سوی دی ! او که ددې جګړې لوری په  لوی لاس  غواړي ونورو ترهګرو کړو ته برابر او دا لوری بيا د ولسونو و   ځپلو ته  هوارکړي؟ د ترهګر (  ټروريزم)  پر پېژندنه  باندي  خواوس هم لوی بحث روان  او ددې ناوړه مقولې  پرسر باندي د   تفاهم  و رسيدلو ته ﻻ اوس هم  يو لوي واټن پروت دی . خو هېوادونه، ولسونه او د بېلابېلو افکارو خاوندان او د نن ورځي ټوله  هغه ښکېل ځواکونه چې د زور اوبه يې پر لوړه رواني دي  و ترهګر ۍ ته او د خپلو  او د نورو و ترهګرواعمالو ته بېلابېل توجيهات ورکوي او د خپلي خوښې  شجرې  ورته جوړَوي .  ددې سره سره دا خبره هم تل سوېده او اوس هم کيږي  چې  ترهګر خو ټ ترهګر نه دي زيږېدلي بلکه هغوی د مختلفو ټولنيزو ناخوالو او بې عدالتيو په نتيجه کې و دې ﻻري ته  راکش سوي دي، راکشيږي اويا داچې زياتره يې  پخپله دهمدې مغرورو او حريصو دولتونو لخوا چې  په نورو هېوادو کې د خپلو  ګټو دلاسته راوړلو او ساتلو   دپاره  چې و ترهګر اعمالو ته  يې ضرورت لاره، ﻻ پخوا يې  داشاني ترهګري  ډلي  په خپلو مالي او پوځي مرستو روزلي او داسي اعمالو ته   يې هڅولي وه .   هغه  وخت   دې ډلو ته  ټروريستان نه   بلکه نور ډېر وتلي نومونه ورکول کېدله  . دشوروي اتحاد د شلېدو نه وروسته لوېديځه نړۍ خاصتاً امريکا د خپلو زړو يارانو ( اسلامي بنسټپالو) څخه   په ګيلو او ګذاريو پيل وکړ. هغوی چې د ""پرون آزادي بخښونکي جنګيالان""  اويا    "" سرښندونکي مجاهدين"" بلل کېدل نن په نړيوال ډګر کې د ترهګر ډلو دمخکښانو په نامه شهرت و موند او د هغوی موجوديت و نړيوالي سولي ته يو بالقوه خطره و ګڼل سو!     دبلي خوا کله چې نن بيا په ميليونونو انسانان  د همدغه متمدنه نړۍ په د ننه کې و واټونو او بازارونو ته راوزي او دنړۍ داوسنۍ غير عادلانه نړيوال اقتصادي او تجارتي سيسټم چې د سرمايې و پړسوب او د فقر و ژورتوب ته ﻻره غزوي، د هغوی  پر ضد راپورته کيږي او د پردې تر شا شيطاني نيتونه لوڅوي،  نوي ﻻري پرانيزي، پخواني فکري او مکتبي تناوونه شلوي، نړيوال اقتصاد ته انساني او عادﻻنه چلينجونه ورکوي .  او هغه کسان چې بيا بر الا  د  امريکا ، اسرائيل او انګليس او نورو هېوادو پر کړو او ظلموباندي   خپل  ځيګرونه څيري  او سرونه ټکوي ، خپله شديده سياسي کرکه بيانوي او  خپل نفرت په خپلې ځان وژني سره تمثيلوي ، په رشتيا داد کومو ستونزو او ژور ټولنيز انساني خروښ  ښکارندويه ده؟  دا د کومو رېښه داره او ژورو ټولنيزو ستونزو ،  بې عدالتيو او تيريو  د غميزو نه خبري کوي  کوم چې بشري  عواطف يې داسي زخمي سوي دی .  آيا دغه ولسي او پرګنيزه خښم به په راتلونکي کې لا نور هم و ورته  نورو  داسي  اعمالوته ﻻره نه پرا نيزي  چې پايلې به يې لا مخکي تر مخکي د ډېري اندېښني وړ وي ، درست لکه هغه څه چې په دې نيژدې اوونيو کې په فرانسه او د هغه په ځينو نورو ګاونډو هېوادوکې پېښ سوه او دبېنوايانو   خښم  د  ټولنيزه نا انډوليو، د تبعيض او تعصب قربانيان و بازارو او کوڅو  ته  را وه وتله او ډېر څه يې  د اور په لمبو کې لولپه کړل .   برژينسکي د جيمي کارټر د جمهوري رياست ددورې د امريکا د ملي امنيت مشاور  په هغه مقاله کې چې ""د امريکا د مصيبت""  تر عنوان لاندي يې په لاټايم کې خپره کړېده وايې چې : « و امريکا ته بايد  د ډېري خواشينۍ ځاي  وي چې داروپا، ختيځي آسيا او ﻻتيني امريکا  هغه هېوادونه چې معمولاً د امريکا ددوستانو په کتار کې وه اوس د امريکا د سياست  په منتقدانو بدليږي او غلي شاني د سيمه ائيزو اتحاديو د جوړولو ﻻري چاري لټوي . د امريکا د سياست څخه دا ډول  بېګانګي کېداې سي چې و امريکا ته په يوه  دائمي تهديدونکی  حقيقت بدل سي  »  امريکا اوس په خپل  غرور اود نورو هېوادنو په چارو کې خپله بربنډه لاسوهنه تر هغه ځايه پر مخ بېولې ده چې نور نو ددې هېوادو د پاره د خپلواکۍ او ملي حاکميت مفاهيم پرکاغذ باندي د  بې معني تورو په څېر پاتي سوی دي. امريکا په لوی ﻻس  پر هغه ﻻر روان دی چې د غالبوزو په شيګَر ګينيو کې  خاشې  نه  بلکه وسله والي لاسوهني وهي  او هغه ته ان حقوقي او قانوني شجرې هم  ورکوي خو هرکله چې بياو چيچل سي  نو  دنيا پر دابله خوا را اوړي او د ترهګر او د ترهګر وسره دجګړې نارې سورې  او هنګامې راپورته کوي . آيا کېداي سي داشاني دوه مخيزه او فريب کارانه چلند، دمتمدني ټولني د جوړېدو معيارونه و ګڼل سي ؟    د ترهګرۍ هغه  پېښې  چې په نيويارک، لندن، شرم الشيخ، بالي، هسپانيه، اردن او د نړۍ په نورو ځايونو کې تر سره سوې او د زرګونو بېګناهو انسانانو د مرګ ژوبلي باعث وګرځېدلې، بې له شکه  ستر جنايت ګڼل کيږي .  دا ډول وژني او د بېګناه انسانانو په داشاني  زوروني او شکنجو لاس پوري کول هيڅ راز بشري، سياسي او مذهبي توجيهات نه مني او هيچا ته نښايې چې  داډول جناياتونه  چې ملکې  بني آدمان ځپي، هغه ته ښه ووايې . خو آيا دغه پېچلې مسئله او ددې قبيح کار محکوميت  د يوې شپُږي په خاطر و ټوله پوستين ته د اور په اچولو سره حلېدلاې سي!. آيا دغه اوسنی کمپاين چې امريکايانو او انګريزانو تر لاس لاندي نيولی او ډېر هغه ته په ډاګه دولتي ټروريزم هم وايې ، ددې ﻻنجې دبنيادي حل سره مرسته کولاې سي؟ ولسونه  خوپه دې باور دي چې هغه څه چې په نوموړي ځايونو او يا په عراق، فلسطين ، افغانستان، اونورو عربي او افريقايې هېوادنو کې تيرېږي هغه ډېرې پېچلي او بېخکي  رېښې لري . د بشريت  ټوله مترقي او متمدنه هېوادونه او ټولني خو په ډاګه داخبره کوي چې مخکې تر دې چې دا جګړه ائيږه  موډرنه  وسلوال د مرګ ماشين دي پر ولسونو او هېوادونو را مات  سي په کار ده د دې ټروريستي کړو دريښو دپيداکولو او له مينځه وړلو ﻻري چاري ولټول سي  او عملي او مسؤلانه بشري هڅي دي تر لاس لاندي و نيول سي !   کله چې  ترهګري  لړۍ خپل ځان و لندن ته ورساوه ، او دا ښکلي اروپائي ښار يې و لړزاوه او درنه مرګ ژوبله يې رامينخته کړه  نو په دا سبايې دانګلستان يو مشهور ليکوال رابرت فيسک د ګارډين په ور ځپاڼه کې وليکل : « کله چې موږ په عراق کې په ډله ائيزه توګه   وژني کوو نو څرنګه بايد دا  تمه ولرو چې هغوی دي په موږ پسې  پل راوانخلي »  همدارنګه يو بل ليکوال جورج ګالاوي ليکي چې « د عراق جګړه يوه غير شرعي جګړه ده کوم چې ددروغو پر بنياد تر سره سوه او دا پخپله يو ډول دولتي ترهګر ي ده . خو  فرق يې يوازي په دې کې دی چې ددې جګړې امر دهغه چا لخوا   صادر سو چې ښکلې درېشي يې اغوستې او نيکټايې ئې تړلې وه او  هغه  بل   بيا د  بن ﻻدن لخوا وه  چې  قبا او عبا يې په ځان کې او  د توري بوري  په سيمه کې اوسېدی  » .   په هر حالت کې ترهګر ي د انساني آرمانه سره بېګانه  او يوه شومه پديده ده  دغه کار که د دولتونو لخوا تر سره سي او که د افرادو لخوا، نړيواله کرکه را پاروي . نن په ټوله نړۍ کې اوس  ټوله په دې باور دي چې هغه سياست چې د امريکا او انګلستان  لخوا د مينځني ختيځ په سيمه کې پر مخ بېول کيږي هغه  پخپل ذات کې د کرکې او غوسې زېږنده ده اود ولسي  پاڅون  او مقاومت باعث ګرځې  . د مثال په توګه د۵۷کلو راهيسي  د فلسطين خلک د اسرائيلو لخوا پخپله خاوره کې قتل عاميږي خو امريکا سترګي ورباندي پټوي . اسرائيل دفلسطينيانو خاوره غصب کړېده د هغوی پر ملي او تاريخي مقاومت باندي  ايف شپاړس را الوزوي او بېګناه خلګ يې وژل کيږي . ددې هېواد پوځونو  تر پرونه  پوري  په لبَړ کې د فلسطيني ماشومانو د ډَبرو د ويشتلو ځواب  د زرهپوشه ټانکونو په مرميو ورکاوه او دهمدې ماشومانو پر کورونو يې بولډوزران را سمََوَ ل، خو دسپيني ماڼۍ او متمدني نړۍ مخکښانو  هغوی يا  ترهګر او يا هم دمتمدني او ډيموکراټيکي  نړۍ دښمنان بلل او ددغو ماشومانو وطني مينه يې په وينو کي لژنده کوله او ان  دغه عمل ته يې  لا هم زړه دی چې د ټروريزم سره د مبارزې عنوان ورکړي .   امريکا او انګرېزی واکمنانو دعراق غوندي بډاې اومستقل هېواد باندي د ډله ايزه وسلو د درلودلو په تور دنړيوالو په سترګو ګې خاوري واچولې، خپل زوريې وکاره وه  او ددې هېواد نه يې دادی د  وحشت او بزکشۍ ميدان جوړکړ.  په خپلواورغورځونکوبمو او بمباريو يې  دغه هېواد د خاورو خاکه کړ، ددوی د يرغل پر ضد ددې هېواد د مقاومت او دملي پاڅون خوځښت  يې د ټروريزم سره دمبارزې په نامه په وينو کې و لمباوه ، نفتي شريانونه  يې و ځانته کش کړل او خلګ يې په دې يا هغه نامه په خپلو کې سره واچول او ﻻ معلومه نده چې نور څه به کيږي، خو د نړېوالو نه غواړي چې هغه دي په سيمه کې دخپلي  متمدني او ډيموکراټيکې ټولني د  سمبول په څيرو ګڼي کنه نود ټروريستانو او ياغياتو په نامه به يې و ځپي  .    دعراق په اړه د دې هېواد د بشري حقوقو د ريئس له قوله  ويل کيږي چې  د عراق د جګړې د پيل نه بيا تراوسه پوري د ۱۳۰ زرو نه زيات کسان وژل سوي دي چې تر نيمايې زيات يې ښځي او ماشومان دي . "" ګری يانګ"" دګارډين د سږکال د جوﻻي  په يولسمه ګڼه کې ليکې چې « موږ نه غواړو خښم، کرکه اوغضب دي يوازي د خپل ځان حق و بولو، زموږ وينه په هيڅ صورت د عراقيانو او افغانانو تر وينو ډېره نده سره.»  هغه زياتوي چې « بلير دلندن په حمله کې د پنځوسو تنو د مرګ او د اووسوو انګليسي ټپيانو مسئول ندی بلکه دا جهادي ترهګر وه چې په داسي  قبيح کار يې  ﻻس پوري کړ  او ګنهکاره  بلل کيږي. خو بلير بېله شکه  د يو لکو عراقي انسانانو د وژني مسؤل دی چې په هغه هېواد کې وژل سوي دي .»  دامريکا او انګليس پوځونو د عراق داشغال د هماغه سبا نه،  خپله ريښتنې "" آزادي او ډيموکراسي"" و خلگو ته وښودله. هغوی په زرهاو عراقيان  ونيول او زندانونو ته يې واچول او تر ډېرو شديدو  شکنجو لاندي يې راوستل . ښځي، نجوني او ان د هغوي اولادونه يې نه يوازي شکنجه کړل بلکه  ډله ايزه جنسي تيری يې ور باندي وکړ . امريکا د ګوانتانامو، ابوغريب او د بګرام په زندانو کې هغسي  کارنامې تر سره او په تاريخ کې يې پرېښودلې چې د بشريت پرلمن باندي به د همېش دپاره يو تور  داغ وي او  تل  به  ور باندي  وشرمېږي، خو د سپيني ماڼۍ واکداران، هغوی ته د ډيموکراټيک او بشري  ټولني د جوړېدو او د ټروريزم سره د جګړې او دخپلو دښمنانو د له مينځه وړلو په ﻻره کې خپل  لومړني متمدنه  ګامونه بولي!   نن د ترهګر ۍسره د جګړې په نامه  د آزادی او امنيت په مابين کې هغه توازن  چې د ډيموکراسۍ لومړنۍ خښته ده د ستر  ګواښ  او تهديدسره مخامخ کيږي . دغه دوه منل سوي اصلونه هر يو  تر بل جاريږي . په واقعيت کې دا آزادي ده چې دامنيت د ټينګولو په خاطرتر پښو ﻻندي کيږي .  امريکا  د بن ﻻدن سره د مرستي نه وروسته کله چې هغه ته يې اړتيا درلودله، اوس هغه په پوره امنيت  سره په خپلو غارو کې ناست دی، خو بېګناه انسانان په هر ځاي کې خپل امنيت د لاسه ورکوي  او تر بمباريولاندي راځي .   اوس خو تقريباً د يوه سره پر دې خبري باندي هم نظره  دي چې د ترهګر ۍسره جګړه داسي جګړه نه ده چې  درا وتلي ټانکو په مقابل کې دي يو هېواد  هم خپل ټانکونه  د ښار وواټونو ته را وباسي او  F16او B52 دو طيارې دي ور باندي لمبر کړي . داجګړه  ډېره پېچلې او بې جبهې جګړه ده .دا جګړه د خپل  هدف په ورکه ولو او نه پېژندلو سره بېګناه انسانان قربانۍ ته راکشوي ،  دا د انسان دژوند او د هغه د ټولو بنيادي ارزښتونو او حقوقو پر ضديوه چټله او غير انسانی جګړه ده. هغه ارزښتونه چې ددوهمي نړيوالي جګړې نه وروسته تر ﻻسه   سوې او د بېلابېلو ملتونو ، قومونو د بېلابېلو دينونو، مذهبونو او فرهنګونو سره په ګډه د يوه بل سره يې د سوله ايزه ژوند ضمانت کاوه ، هغه ارزښتونه  چې د قانون په مقابل کې د برابرۍ د يوه اوبل تحمل يې کاوه  او دکړکېچونو حالاتو په حل کې يې د ديالوګ او مفاهمې سوله ايزه چلند يې مانه او دغه مبارزه يې د سوله ايزو لارو او ا صولو پر مبنا پر مخ بېول کېدله ، اوس ولي داټولو ﻻسته راوړونو بل شاني رنګ واخيست او د  ترهګر ۍسره د نامعلومه جګړې په نامه  په نړۍ واله بدګمانۍ واوښتله ؟  څه پېښ سوه چې ټوله هغه  پخواني دوستان نن ترهګر سوه!   ترهګر خو په ټولو اديانو کې همېشه يو بنسټپاله او سخت دريزه  ميکروسکوپي اقليت وو او اوس هم دی چې هغه هم  د نورو هېوادو  دﻻس محصول دی او اصلاً دا همدوی وه چې د خپلو اهدافو د تحقق د پاره  يې جوړ کړ ل ، و يې وپړسول او نن يې دادی پخپله و ځانته بلا و ګرځوله!. نن څه پېښ سوه چې دنړۍ ځبر ځواکونه د زوراوزر خاوندان او س ځانته دا حق ورکوي چې د ترهګر ۍد ځپلو  پاره د انسانانو هغه لومړنی حقوق چې  دپېړيو په اوږدو کې يې د ولسونو دککريو په بيه ترلاسه کړي او هغوی هم منلي وه اوس  همدغه  نړيواله موازين تر پښو لاندي کوي او هغه په خپل زور سره بيرته اخلي .او يکړه ډيکټاټوري  پر ټوله نړۍ باندي حاکموي. د عفوي د نړيوال سازمان رئيسي تير کال په خپل کلني راپور کې د بشري حقونو په هکله ويلي وه چې دغه سازمان ، دنړيوال ټروريزم سره په مبارزه او د امنيت په راوستلو کې د امريکا سياستونه   د هرډول اصولو نه ليري بولي  . هغې ويلي وه چې په  هر زمان او هر مکان کې دزيات  قدرت نه  استفاده په نړۍ کې و آزادۍ او عدالت ته جبران نه منونکي ضررونه رسولي دي او نړۍ يې په يوه نا امنه او ډېره خطر ناکه ځاي باندي اړولې ده . د امنيت دټېنګولو دپاره د امريکا داشاني سياست د هر ډول راتلونکې نه لېري ښکاري  .       نن و ټولي نړۍ ته جوته سوېده  چې د ترهګرۍ رېښې د فقر، ظلم، بې عدالتۍ، ټولنيزي ناانډولۍ او تجاوز په وجود کې بايد ولټول سي . ترهګري د هيڅ دين، مذهب او مکتب سره ماهوي اړيکه نلري .  د نړۍ عامه افکار  اوس  په دې باور  دي چې   د ترهګر ۍ سره  په جګړه کې دغه اوسني روان تلاښونو ماتي خوړلې ده .امريکا چې د ترهګر ۍسره د جګړې تر بهانې ﻻندي هر څه ته ﻻس اچوي اوخپل  پلانونه عملي کوي په دغه جګړه کې  دکلاوې سر  ځيني ورک سوی او  بشري ټولنه  د يوې پراخي غميزي خواته بيايې  . نن د نړۍ عاجلي غوښتني او د نړيوال سياست ډراما ټيکه پرمختياوي و داسي يوه حالت  ته رارسېدلي دي چې دا حالت نه په جګړې او تجاوز سره بلکه د  يوه نوي الګو او تفکر و تحقق ته  اړتيا لري، داسي الګو  چې  د ولسونو د سياسي ژوند په عرصه کې د نړۍ د دموکراتيکو اړيکو او غوښتونو په   ټينګولو کې مرسته وکړي او  نړيواله ټولنه د خپل ځانګړو ملي، ټولنيزو او اخلاقي ارزښتونو په  ساتلو سره د دموکراسۍ او  ټولنيز عدالت په تأمين کې  و يوه داسي  نوي جوړښت  خوا ته رهي کړي چې د انسانانو کتلوي ښېرازه او عدالت پکښې تأمين  سوی وي  .   د زمانې تاريخ  چې د پېړيو په وهلو سره يې زموږ و دَور ته ځان رارسولی دی  لکه د ډېرو څه  تکرار چې وليدل سوه  نو په يوېشتمه پيړۍ کې به هم، ولسونه و دغه نوي نسل  ته به بيا د دې خبري تکرارورښيئ    چې د نړۍ د ظالمو او حريصوواکدارانو او د هغوی د همفکره ﻻرويانو عمر چې  غواړي د نړۍ پر هېوادونو او دهغوی پر بېوزله ولسونو دي خپل د زور فرمان و چلوي او دهغوی شتمنۍ دي تالان  او د هغوی د خپلواکي او ملي حاکميت  او د بشري حقونوا صول او موازين  دي نقض  او د هغوی  دملي مقاومت  جذبات دي   په خپله ګټه  تر پښو ﻻندي کړي، نو  هغه وخت به  هم را رسېدونکی وي  چې ددې ولسونو د يووالي چيغه، د هغوی د دموکراټيک، سوله ائيزه او عادلانه پيوستون له برکته به  د  جګړې پر ضد جګړه کې به  په نړيواله  کمپاين کې به  حتماً د هغوی زوال هم ويني . دا خبره به  هم  ورسره يو ځاي سپينه کيږي چې وائې «که ولسونه داسي اراده وکړي چې  دا ژوند د هغوی ژوند دی نو دهغوی په وړاندي  به سرنوشت هم د تسليمۍ نه بغير بله چاره و نلري ». يوازي  هغه و خت به وي چې نه به  تيری وي او نه به  هم  ترهګر  ( ټروريزم) !    د نوامبر ۳۰ مه  ۲۰۰۵   ",د ترهګر ۍ سره جګړه او د کلاوې سر ! 57,," ع نورزی - هلمند تيره شپه هغه مهال يوقاچاقبرووژل شوكله چي دهلمند په نادعلي ولسوالي كښې دپوليسودګزمې سره مخ شو دهلمند امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرحمن صابرنن دبېنواخبريال ته وويل : تيره شپه دقاچاق وړونكوڅوموټرونه چي قاچاقبرهم ورسره وه زموږدامنيتي ګزمې دمسئولينوسره مخ شو چي په ترڅ كښې نښته پيل شوه ترڅه وخت نېښتي وروسته يوقاچاقبرووژل شو اويوشميروسلې اويوموټرئې زموږدامنيتي ځواكونوپه لاس ورغلل اونورقاچاق وړونكي وتښتيدل . داپه داسي حال كي ده چي دوې اونې مخكې  هم دهلمند په ګرشك ولسوالې كښې يوقاچاق وړونكي په نښته كي وژل شوي وو ",په هلمند كښې يوتن قاچاق وړونکی ووژل شو 58,حقمل," د پکتيکا ولايت د اورګون په سيمه کې د ملى اردو مرکز د دولت دمخالفانو دتوغنديو تر بريد لاندې راغلى دى چې په کې يو تن مړ او دوه تنه ټپيان شوى دى . دولتې چارواکو منلې چې په دغه مرکز لس توغندى ويشتل شو دى . ",په پکتيکا کې د ملى اردو مرکز تربريد لاندراغلى 59,حقمل," افغان پوليسو منلې ده چې په لوګر کې يې لس تنه شکمن مخالفين نيولى دى . د کورنيو چارو وزارت يو چارواکى وويل له دغو کسانو څخه يو شمير تبليغاتى پاڼې،کسټونه او اسلحه لاس ته راغلې او شک پيداکوى چې دغه کسانو د لوګر په وروستيو ناراميو کې لاس درلود. د ده پر وينا له دغو کسانو څخه پوښتنې روانى دى . ",په لوګر کې لس تنه شکمن مخالفين نيول شوى . 60,حقمل," افغان وتلې ميرمن او دافغانستان د راتلونکې ولسى جرګې غړى شکريه بارکزى د بريتانيا د ګارديس په ښار کې د ښځو د يو نړيوال سيمنار له ګدون وروسته د کابل په لور روانه شوه . افغان ميرمنې ددغه سيمنار او د افغاني ښځو په استازيتو په دغه سيمنار کې دخپل ګډون په هکله وويل : دغه سيمنار د سياسي ښځو تر عنوان لاندى د نړۍ د ٢٧ هېوادونو د ٢٣ښځو په گدون د يوې اونۍ لپاره د بريتانيا د ګارديس په ښار کې جوړ شوى وو .په سيمنار کې دنړى د څه کم اتومختلفو دينواستازو ميرمنوپه اړوندو هېوادونو کې د ښځو د سياسي ژوند،فعاليتونواو ستونزو په هکله خپلې تجربى له يو بل سره شريکې کړى ،چې واقعا زما لپاره دغه سيمنار ډير ګټور وو او ما دافغان ميرمنو او ښځود ژوند ،ستوزو ، سياسى خوځښت او په افغانى ټولنه کې د افغانى ښځو د رول په هکله په دغه سيمنار کې د ويلو ډير څه وړاندې کړل چې د سيمنار دګډونکو د هرکلى وړ وګرزيدل . ",د ښځو په نړيوال سيمنار کې د افغان ميرمنې ګډون 61,,"   نن په افغانستان کې هم دایډز دنړیوالې ورځې په مناسبت غونډې دروغتیا په وزارت کې جوړې شوې. دروغتیا وزارت وایي چې تر سږ کاله په دقیق ډول د ٤٨ په ایډز اخته ناروغانو خبرتیا لري خو وړاندې اټکل کوي چې گوندې څوارلس سوه تنه پرې ککړ وي. ",په افغانستان کې ٤٨ ایډز ککړي شته. 62,," افغان وتلې ميرمن او دافغانستان د راتلونکې ولسى جرګې غړى شکريه بارکزى د بريتانيا د ګارديس په ښار کې د ښځو د يو نړيوال سيمنار له ګدون وروسته د کابل په لور روانه شوه . افغان ميرمنې ددغه سيمنار او د افغاني ښځو په استازيتو په دغه سيمنار کې دخپل ګډون په هکله وويل : دغه سيمنار د سياسي ښځو تر عنوان لاندى د نړۍ د ٢٧ هېوادونو د ٢٣ښځو په گدون د يوې اونۍ لپاره د بريتانيا د ګارديس په ښار کې جوړ شوى وو .په سيمنار کې دنړى د څه کم اتومختلفو دينواستازو ميرمنوپه اړوندو هېوادونو کې د ښځو د سياسي ژوند،فعاليتونواو ستونزو په هکله خپلې تجربى له يو بل سره شريکې کړى ،چې واقعا زما لپاره دغه سيمنار ډير ګټور وو او ما دافغان ميرمنو او ښځود ژوند ،ستوزو ، سياسى خوځښت او په افغانى ټولنه کې د افغانى ښځو د رول په هکله په دغه سيمنار کې د ويلو ډير څه وړاندې کړل چې د سيمنار دګډونکو د هرکلى وړ وګرزيدل ",دښځو په نړيوال سيمنار کې د افغان ميرمنې ګډون 63,حقمل," افغان پوليسو منلې ده چې په لوګر کې يې لس تنه شکمن مخالفين نيولى دى . د کورنيو چارو وزارت يو چارواکى وويل له دغو کسانو څخه يو شمير تبليغاتى پاڼې،کسټونه او اسلحه لاس ته راغلې او شک پيداکوى چې دغه کسانو د لوګر په وروستيو ناراميو کې لاس درلود. د ده پر وينا له دغو کسانو څخه پوښتنې روانى دى . ",په لوګر کې لس تنه شکمن مخالفين نيول شوى . 64,حقمل," د پکتيکا ولايت د اورګون په سيمه کې د ملى اردو مرکز د دولت دمخالفانو دتوغنديو تر بريد لاندې راغلى دى چې په کې يو تن مړ او دوه تنه ټپيان شوى دى . دولتې چارواکو منلې چې په دغه مرکز لس توغندى ويشتل شو دى ",په پکتيکا کې د ملى اردو مرکز تربريد لاندراغلى 65,حقمل," حقمل د يوې نړيوالې راديو له څپو څخه مې واوريدل چې يو دولتې چارواکي د يکشنبې په شپه ددغو راديو سره په مرکه کې وويل چې ( خيرو خيرت اس ).دغه چارواکي د لوګر ولايت د څرخ په ولسوالئ باندې د وسله وال بريد په هکله د دغه راديو له خبريال سره خبرې کولې چې په( خير وخيرت اس ) سره پاى ته ورسيدې . ددغه دولتي چارواکي په اند په رښتيا هم چې هلته خير او خيرت وو، ځکه چې دى ژوند پاتې وو او د نورو يې پرده څه ؟ ده خو هغه وسله وال بريد خير و خيرت وباله چې د شپې په نيمايى کې پيل شو او تر سهاره يې درب او غرپ وو. د ولسوالئ په ودانۍ کې څه نه وو پاتې او ديوالونه يې نړيدلي وو، سهار مهال مامورينو او سيمه ايزو خلکو دا ودانۍ نه پيږندله .د سيمې د يو زيات شمير اوسيدونکو د ډول ډول د عواوو پنډې _ پنډې کاغذونه چې د ولسوالئ په دفترونو کې له کلونو – کلونو را پديخوا په دوړو کې پټ پراته وو نور نه تر سترګو کيدل .د تيرې ورځې هيڅ شۍ په دغه ودانۍ کې نه ليدل کيدل ،يوازې دودانۍ سوي سورى او نړيدلي ديوالونه کاږه واږه، هسک او ټيت ولاړ وو. د ولسوالئ ودانۍ ته څيرمه د دولت د يوه لوى وسله تون پته نه لګيده هرڅه ايرې شوى وو! تيره شپه په دغه سيمه کې يوازې د درندو او سپکو وسلو ژبه حاکمه وه او هرڅه د اور لمبو سوځولى وو ، د وسله تون ټولې وسلې له منځه تللى وې،خو دچارواکي له قوله (خيروخيرت اس ) . د ولسوالئ د ساتونکو برخليک هم روڼ نه وو ، پته نه وه چې دوى وژل شوى ، وسله والو بريد کونکو له ځانه سره وړى او يا په کومه سمڅه کې پټ شوى دى . دځان ساتنه هم فرض ده کيداى شي تښتيدلى وى .دا هم نه وه جوته چې ولسوالئ او وسله تون ساتونکي درلودل او که نه ؟ ټولو چارواکو يوازې د څلورو او پنځو تنو خبره کوله . دا هم لا تراوسه څرګنده نه شوه چې دا لوبه څنګه پيل او په څه ډول پاى ته ورسيده ؟ د لوګر له مرکز څخه هم د دغه ولسوالۍ د ژغورنې له پاره چې له پل علم څخه کابو پنځه ويشت کيلومتره واټن لرى تر شنه سهاره هيڅ ډول مرسته ونه شوه .يوازې سبا سهر دا تريخ حقيقت په ډاګه شو چې د تيرې ورځې هرڅه شوني نن ناشوني وو. د دولت لوړپولو چارواکو ته هم روښانه نه وه چې سرتيرى يې چيرته دي او څه کوي ؟ خو يو څه وروسته وويل شول ، يوه ډله ساتونکې چې بيګاه شپه ګاونډي کلي ته تښتيدلى وو په خير سره ژوندي راستانه شوى دى ! دا پته هم ونه لګيده چې وسله وال بريد کونکي څوک وو او له کوم ځايه راغلي وو او له داسې درندې او اوږدې جګړى وروسته پر کوم لوري وتښتيدل او څنګه يې له ځان نه هيڅ ډول نښه نه ده پرېښى ؟ دولتې چارواکو يو ځل بيا په رسمى څرګندونو کې ،دا د هېواد اوسولې د دښمنانو کار وباله ! څنګه دښمنان ؟! د دولت د ملى اردو، ملى پوليسو او نړيوالو ځواکونو د زرګونو سرتيرو له هڅو سره - سره دهېواد دښمنان په دې وتوانيدل چې د ولسوالئ ټول شته له منځه وېسي اوهرڅه په خير وخيرت باندې پاى ته ورسوى !د دغه ولسوالئ پوليس او ساتونکوڅه کول ؟ داډول سوالونه لا تراوسه بې ځوابه دي . افغان ولس په تيرو دريو لسيزو کې د چارواکو له دا ډول لنډواو بې مسوليته ويناوو سره عادت کړى دى .د چارواکو همدا شان ويناوې وې ،چې هم ملت وغلول شو ، هم واکمنان په کې لاړل او هم نړى راڅخه بيګانه شوه. د کال ١٣٥٧ د ثور له اومې نيټې څخه بيا تر دې دمه پورې ،چې وطن مو وران شو،کونډې او يتميان راڅخه په هرکلى او کوڅه کې پاته شول ، خلک مو د نړى ټولو وچو ته کډوال شو د شهيدانواو معلولينو دقيق شميره مو لانه ده روښانه ، هر وخت چارواکو فقط همدا ويلى چې بيخى خير وخيرت اس . داودخان او کورنى يې ووژل شول ، د تره کې پرخوله د وفادارشاګرد حفيظالله امين له خوا بالښت کيښودل شو ،د امين نه مړى معلوم شو او نه ژوندى ، ځمکه ،غرونه او اسمان مو له روسانوډک شول او کارمل را ته دتخت په ګډى نورو کيناوو، دنجيب د رژيم له نسکوريدوڅخه وروسته کابل او دهېواد نور ښارونه وران شول . دانسانانو په سرونو کې ميخونه وټکول شول ، د دولت اوملت ټولې شتمنۍ لوټ شوى .٦٠ زره کابليان شهيدان شول ،د انسانانو پوزې ،غوږونه او سينې پرې شوى ، سيمې ،ولايتونه ، شارونه او کوڅې مو د اوغان،تاجک،هزاره او ازبک په نومونو وويشل شول ، په خپله مو د يوبل پر سر او کور ډول_دول بمونه وغورځول او سپکې او درندې ګولۍ موپرې واورولې ،د کابل د روغتيا په څلور لاره کې نجيب او د هغه ورور وځوړول شول او ناپوهانو هندوان، سکان او مسلمانان يو ځاى سره ودرول ، تاريخى بوتان وران شول او.... بيا هم( خيرت و خيرت اس ) . مړى مو وسوځول شول ، ولس جرګى او ولايتى شوراګانو ته جنايت کارانو او دبشري حقونو سرغړونکو لارپيدا کړله ،د نړيوالې ټولنې ميليارد ډالر لادرکه شول ،په ټولنه کې پرونيو جنايتکارانو ، جګړه مارانو او مافيانو قانونى بڼه غوره کړه او واکمنى يې پراخه شوه ، په هېواد کې دبهرنيانو تښتول او وژنه ،او دلوګرد څرخ په ولسوالئ درې ساعته جګړه او د هرڅه سوځيدل او دهېواد په نورو سيمو کې دې ته ورته د نورو زړه بګنونکو پېښو ترسره کيدل او دافغانانو له غميزې سره د بهرنيانو دغميزې يو ځاى کيدل هم داوسنى واکدارانو د وينا له مخې خير وخيرت اس . دې خبرې په داسې وخت کې د دولتى چارواکو له خوا زور اخيستى دى چې د نړيوالو ځواکمنو ځواکونو له هڅو سره – سره په دې وروستيو وختونو کې د دولت د مخالفينو او اورپکو ډلو بريدونه زيات شوى دى چې په ملى او نړيواله کچه يې انديښنې ډيرې کړې دي . د بريدونو په تکتيک کې زيات بدلون راغلى دى ،دوى نه يوازې مذهبې مشران ، دولتى پوليس ، چارواکى او بهرنيان په نښه کوى ، بلکه ښارونه او د اييتلاف او ايساف ځواکونو په وړاندې ځان مرګى بريدونه تر سره کوى او له ريموټ کنترول چاودنو څخه ډيره استفاده کوي . په داسې حالاتو کې چې له يوې خوا افغانستان او افغانان د نړيوال تروريزم او نيشه يى توکو له لويو ننګونو سره مخامخ دى ، له بلې خوا داخلې مافيا، د نيشه يى توکو قاچاقبران، زاړه جګړه ماران او مليشې ، بېسواده دولتىواکدارن او غيرمسوله وسله وال دولتى واکمنان په ملى او نړيواله کچه د هېواد او افغانانو کلچر ،دود ،عزت ،حيثيت او نوې ولسواکۍ ته ډير زيان رسوى ،چې د هرې ورځې په تيريدو سره دا کسان او ډلې قانونيت پيداکوى او دهغه څه په وړاندى ځانونه برى الذمه ګڼې چې وړاندې يې د افغان ولس په وړاندې په ډيره بې رحمۍ او بې شرمانه توګه ترسره کړى دى . افغان ولسمشر حامد کرزى که خپل ځان له دغو کسانو او ډلو سره ځان شريک نه گنې نو په کار ده چې د مرکزى حکومت د واک دپراخيدو او ځواکمن کيدو له پاره د ادارې فساداو د ناپوهه چارواکو په وړاندې رغنده ګامونه پورته کړى او د عدالت او ولسواکې د اصل له مخې دا ډول ډلې او کسان چې د هېواد هر وګړى يې ښه پيږنى ددولت او واکمنى له پاکې لمنې څخه لرى کړى .د څلورو کلونو په تيريدو سره کرزى صيب بيا هم په خپلو ژمنو کې پاتې راغى ، ولس پرده اعتماد وکړ او دى د ولس په وړاندې مسوليت لري ،له کرزى صيب څخه د کندهار د سفر په وخت کې د عينو دنجونو دښوونځى يوې اوه کلنې نجلۍ پو ښتنه وکړه ،چې کرزى صيب ستا ژمنى څه شوې ؟ دا پوښتنه دهر افغان د زړه غږ دى . ولسمشر کرزى صيب او يا د کورنيو چارووزارت دهغه څه چې د څرخ په ولسوالئ تيرشول هيڅ پوښتنه و نه کړه او دهمغه سيمه ايز چارواکى( خير وخيرت اس ) يې کافى وبلل ! ولس حق لري چې پوه شي چې دلته څه وشول او چا وکړل ؟ دا چې کرزى صيب دروڼ حساب غوښتونکۍ دى ،ولس په دغه غوښتنه کې له ولسمشر سره هم غږى دى او تينګ ملاتړ يې کوي ، غوره ده چې پړه کسان خلکو ته ور پيږندل شي ، تر کومه به د نورو پر جرمونو او جنايتونو پرده اچوو او له ولس او نړۍ څه به يې پټه وو.اوکه هرڅه په ( خير و خيرت اس ) سره تير کړو نو برخه ليک به مو دلوګرولايت د څرخ ولسوالئ په څير شي !!!؟ ",. . . خيروخيرت اس . 66,حقمل," تيرماښام د هلمند ولايت په اړوند سيمو کې د امريکايانو په يو قطار وسله وال بريد شوى دى . دغه بريد د سنګين او ګرښک ولسوالئ ترمينځ هغه وخت وشو چې د امريکايانو يو قطار د سنګين څخه د ګرشک په لور روان وو. په دغه بريد کې امريکايانو ته زيان نه دى رسيدلى خو د هلمند چارواکو ويلى دى چې سيمه ايزو خلکو پر وسله والو بريد کونکو بريد کړى دى او دوه تنه يې ترې وژلى دى . ",دامريکايانو په يو قطار بريد شوى دى . 67,حقمل," د خوست ولايت ديعقوبيو په ولسوالى کې تيره شپه د اييتلافى ځواکونو پر فوځى مرکز د توغنديو بريد شوى دى ، چې ځانى او مالى زيان يې نه دى اړولى . د خوست ولايت امنيتى چارواکو منلى چې څلور توغندى ددغه اډې په شاو خوا سيمو کې لګيدلى دى ،چې مرګ او ژوبله نه لري . د پېښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى . ",په خوست کې داييتلاف په مرکز د توعنديو بريد 68,,"  ميرويس جلالزی - کابل د افغانستان د عامي روغتیا د ايچ آی پي ( اېډز ) ناروغۍ د مبارزی د مرکز عمومي ریس وایی ۴۹ تنه تر دې مهاله په دې وژونکې ناروغۍ اخته کسان پیژندل شوي او کېدای شي چي په زرهاوو تنه به په دې ناروغي اخته وي ښاغلي زلمی خان احمدزي وویل هغه کسان چه په دې ورستیو کښي پیژندل شوي له گاونډ پاکستان ا و ایران نه افغانستان ته راستانه شوي دي . نوموړي وویل د دې ناروغۍ د کنترول لپاره په هرات جلال اباد او ځینو نورو ولایتو کښي د مبارزې مرکزونه پرانستل شوي دي . احمدزي پدې هکله چي ایا دا مرکزونه پرمختللي دي او که نه وویل د پلازمینه کابل مرکز تر ټولو پرمختللي دي او دیني عالمان هم په دندو گمارل شوي تر څو د دې ناروغۍ د مخ نیوي په موخه تبلیغ وکړي . د ملگرو ملتونو د تېر کال راپور چي په دې اړه خپور شوی  ښيي چي په نړۍ واله کچه د ايډز په ناروغۍ اخته نويو کسانو شمېرڅلور اعشاريه مليون ته رسېدلی دی . د دغه مېلادي کال د پېل نه بيا تر اوسه څه باندي درې ملينو انسانانو د اېډز له وجي خپل ژوند د لاسه ورکړی. په دغو درو مليونو مړو کښي تر پنځه لکه نه زيات ماشومان وه. ددغه راپور له مخي هره ورځ ١٤ زره نوي انسانان په دغه ناروغي اخته کيږي. ياني په هرو شپږو سانيو کښي يو انسان پدغه وژونکې ناروغي اخته کيږي. د همدغه راپور له مخي ويل شوي چي د ١٩٨١ مېلادي کال راهيسي څه باندي ٢٥ مليونه انسانان ددغي ناروغۍ نه مړه شويدي. د اېډز ناروغي پداسي حال کښي د يوې وژونکي وبا په ډول په ټوله نړۍ کښي مخ په خپرېدو ده، چي ددغه مرض علاج تر اوسه لا ناشونی دی. خود زيات ګواښ خبره د هغه مخ په جګېدونکي شمېر ده د کوم له مخي چي همېشه نوي انسانان په دغه ناروغي اخته کيږي. يوازي د ختيځي اروپا، مرکزي او ختيځي اسيا په هيوادونو کي څه باندي يو اعشاريه شپږمليونه نوي انسانان پدغه ناروغي اخته شوي. د ملګرو ملتونو د اېډز د ادارې ددغه راپور له مخي د نويو ناروغانو د شمېر د زياتېدو وجوهاتو کښي ستر وجوهات د مخدره موادو دچټلو ستنوپه ګډه کارونه او بدلمني ده. د اېډز تر ټولو زيات ناروغان د افريکا په ستره وچه کښي دي چيري چي تر ٢٦ مليونو نه زيات انسانان پدغه ناروغي اخته دي. په تيرو ١١ مياشتو کښي په افريکا کښي تر درې اعشاريه دوه مليونه نه زيات نوي انسانان پدغه ناروغي اخته شوي دي.   ",په (H.I.V) اېډز داخته افغانانو شمېر زياتېدای شي 69,," د علامه رشاد بابا ( رح ) د لمړي تلين غونډي ته د بېنوا فرهنګي ټولني پيغام   د علامه رشاد بابا د لومړي تلين د سوېډن په غونډه کي راټولو پوهانو ، مشرانو ، ليکوالو ،  فرهنګيانو ، فرهنګپالو او د علامه رشاد بابا په وير ويرجنو سلام ! اجازه راکړی په کندهار کي د بېنوا فرهنګي ټولني د مشرتابه ، ښکلا مجلې دکارکوونکو او بېنوا ويبپاڼي د ټولو همکارانو په استازيتوب په سويډن کي د دوستۍ کلتوري ټولني د مشر تابه او ټولو هغو انډيوالانو څخه يې د زړه له کومي مننه وکړم چا چي د نننۍ غونډي په سمبالښت او مخته بېولو کي هڅي کړي دي . په داسي حال کي چي نننۍ غونډي ته  د افغانستان يو شمېر تکړه پوهان او عالمان خبري کوي ، خپلي علمي مقالې اوروي ، د علامه رشاد بابا ( رح ) پر ژوند او اثارو به  خبري وشي . غواړم يوې يادوني ته ستاسو ښاغلو او اغلو پام راواړوم : په يو شمېر هغو پيغامونو او ليکنو او خبرونوکي چي دعلامه رشاد بابا ( رح ) په اړه خپاره شوي دي د علامه بابا په اړه  دوه ټکي کله نا کله په ناسمه توګه ياديږي . لمړی : ډېرو خپرونو خبر خپور کړ چي علامه رشاد بابا ( رح ) په درې اتيا کلني کي له دې نړۍ سترګي پټي کړې . دا خبره زه د علامه رشاد بابا دژوند ليک له مخي ناسمي بولم ، ځکه ارواښاد علامه رشاد بابا ( رح ) د ۱۹۲۱ زېږديز كال د نومبر پر ۱۴ نېټه چي د ۱۳۰۰ لمريز کال د لړم د مياشتي  ۲۳مه نېټه کېږي زېږېدلی او د ۲۰۰۴ زېږديز کال د ډسمبر د مياشتي پر لومړۍ  نېټه چي د ۱۳۸۳ لمريز کال د لېندۍ د مياشتي دلسمي نېټي سره سمون لري په حق ورسېد . که  د علامه رشاد بابا د زېږدني کال چي ۱۳۰۰  لمريز دی او د مړني کال چي ۱۳۸۳ دی رښتيا هم له ېوې تېروتني سره مخامخ کېدای سي ، خو که  مياشتي او ورځي ته حساب وکړو نو علامه رشاد بابا ( رح ) چي  د ۱۳۰۰ لمريز پر د لړم يا عقرب دمياشتي پر ۲۳ مه نېټه  زېږېدلی  او د ۱۳۸۳ د لېندۍ يا قوس پر لسمه  نېټه په حق رسېدلی دی  ويلای سو چي علامه رشاد بابا ( رح ) درې اتيا کالنه نه بلکي څلور اتيا کاله او اوولس ورځي عمر درلود .  دوهم : څرنګه چي علامه رشاد بابا د خپلو خورا ارزښتمو او هره برخه کي د پخو علمي اثارو په چاپولو کي له هيڅکله نه تلوار کاوه ، او نه يې له چا کله هم غوښتنه کوله چي کوم اثر دي ورته چاپ کړي ، بلکي ددې پرعکس يې په اساني سره چاته ددوی د اثر د چاپ اجازه هم په اساني سره نه ورکوله . ددې لامل  ښايي دا و چي علامه رشاد بابا تل غوښتل چي له هره پلوه په تول پوره اثر خپلي خپل ولس ته وړاندي کړي  دغه لامل و چي د استاد زيات شمېر اثار ددوی د مرګ تر وخته پوري چاپ ته تيار نه وه ، او فاضل استاد په خپله څلور اتيا کلني کي لا بيا په منظمه توګه مطالعه کوله ، له نوو چاپ شويو کتابونو او حتی مجلو  او نورو وړو خپرونو د چاپ  څخه يې ځان خبراوه ،  په خبرېدو يې خوشاله کېدی او ددې تر څنګه يې هم پر خپلو اثارو کار کاوه  او هم به هره ورځ تر لسګونو پوري د ليکوالو او ددوی د مينه والو کوربه و ، او د هغوی پوښتنو ته به يې په ورين تندي ځوابونه ويله ، خبره به اوږدومه نه ، اصل مطلب مي د استاد د اثارو د شمېر يادونه ده . لکه څنګه چي ځينو درانه  او قدرمن دوستان خپل د خواخوږيو په پيغامونو ، ډله ايزو رسنيو او بېلابېلو ليکنو کي د استاد دعمر په يادولو کي تېروتنه کړې ده ، همدا ډول  په  بېنوا ويبپاڼي ، علامه رشاد بابا ويبپاڼي او حتی د علامه رشاد بابا ( رح ) د زوی ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره په هغه مرکه کي چي  يو کال مخته يې د بېنوا ويبپاڼي سره کړې  وه د علامه رشاد بابا ( رح ) په اړه ويل شوي وه چي څلور نوي بېلابېل علمي اثار لري ،د استاد په لاس د ليکل شویو چاپ او ناچاپ اثارو شمېر د هغه ليست له مخي چي تر اوسه دراټولو شويو اثارو نومونه پکښي ليکل شوي دي يوسل او پنځوس ته رسيږي . خو زما د مالوماتو له مخي به په نژدې راتلونکي کي د استاد د ټولو اثارو شمېر تر دې هم پورته شي ځکه لا اوس هم د استاد ټول اثار لکه څنګه چي لازمه ده  نه دي راټول شوي او هغه وړانديز چي تېر کال ښاغلي زرين انځور کړی و چي بايد يو پنځه کسيز کميسون د استاد د اثارو د راټولولو په موخه جوړ شي تر اوسه پوري نه دی عملي سوی . زه لمړی د غونډي له مشرتابه پلاوي او بيا له  ښاغلي زرين انځور او ډاکټر طارق رشاد او نورو هغو پوهانو اوصلاحيت لرونکو مشرانو څخه هيله کوم چي د علامه بابا د لمړي تلين د نننۍ غونډي له خوا دي د پريکړه ليک صادرولو پر وخت پر دې بحث او مشوره وکړي چي څنګه کېدلای سي چي د علامه بابا ټوله ناچاپ اثارو د چاپ او خپراوي کار اسان کړي .   په پای کي يادونه کوم چي د بېنوا ويبپاڼي د تخنيکي برخي د چلوونکي ښاغلي خالد هادي په نوښت د افغان ليکوالو او د هغوی په اړه د کره،  هر اړخيزو او وروستيو مالوماتود ساتلو له پاره يوه نوې ويبپاڼه جوړه سوې ده چي په راتلونکي کي به د افغانستان د زيات شمېر پوهانواو ليکوالو په نوم بېلي برخي ولري . دا پاڼه چي لا کار پر روان دی د افغانستان د شپږو ستورو له پاره هم ځانګړي پاڼي لري چي له هغوی څخه تر اوسه د علامه رشاد بابا د پاڼي کار خلاص سوی دی او پر نورو کار روان دی . ددې ويبپاڼي له پاره د(www.lekwal.com ) نوم ټاکل شوی دی .   په سويډن کي د دوستۍ فرهنګي ټولني له مشر ښاغلي حبيب الله غمخور ته له خدای پاک څخه اوږد ژوند غواړو تر څو زموږ د ګران هيواد د پوهي او کلتور د پرمختګ په لاره کي تر دې لا اوچت ګامونه واخلي .     په درناويعبدالله احسان د بېنوا فرهنګي ټولني  د مشرتابه په استازيتوب هالنډ د ۲۰۰۵ زېږديز کال د ډسمبر دوهمه نېټه   ",د بېنوا فرهنګي ټولني پيغام 70,وحيد سپين غر _ كابل," وحيد سپين غر _ كابل دپارلماني ټاكنودپايلوداعلان نه وروسته اوس دپارلمان دمشرتوب لوبه ډيره توده سوي ده ،اټكل شوي چي دپارلمان لومړي غونډه به دليندي دمياشتي په وروستيوكي ترسره شي .دپارلمان دغونډي نه وړاندي يوشمير ټاكل شويونماينده ګانو دپارلمان دمشرتوب لپاره په يولړهڅواوځانګړوغونډو اومجلسونولاس پوري كړي ترڅود پارلمان دمشرتوب څوكي ترلاسه كړي .دپارلمان دمشرتوب لپاره استادرباني ،حاجي محمد محقق ،يونس قانوني ،استادسياف شكريه باركزي اونورالحق علومي ځانونه كانديدكړي او غواړي دامقام ترلاسه كړي خواوس پوښتنه داده چي څه ډول كسان ولس ته دباور،وړدي اوكوم كسان دپارلمان دمشرتوب لپاره ګټور بلل كيږي .ښكاره خبره ده چي پارلمان دولس دهيلويوازي ارګان دي چي ولس ورته هيله من دي ترڅوله دغه ځايه ددوي درواغوښتنواوحقوقولپاره هڅه اوهاندوشي.دداسي يوه ارګان دمشرتوب لپاره بايد داسي كسان وټاكل شي چي له يوي خوا په ولس كي د نيك شهرت اواعتبارخاوندان وي اوله بله پلوه دپوره پوهي اوصلاحيت نه برخمن وي ترڅووكولي شي دپارلمان اړوندي چاري دخپل علمي صلاحيت په رڼاكي كي په اصولي اومنطقي توګه پرمخ يوسي .په اوسنيوشپږوكسانوكي چي ځانونه يي دپارلمان دمشرتوب لپاره ټاكلي څلوركسه يي پخواني تنظيمي مشران دي چي دواك په وخت كي يي په كورنيو تنظيمي جګړوكي مستقيم ګډون درلودچي په پايله كي يي يوازي دكابل دښار(۶۰۰۰۰)اوسيدونكي وژل شوي اودكابل ښكلي ښارپه كنډواله اوښتي دي ،له دينه ښكاري چي نه ولس ددي غوښتونكي دي چي داډول كسان دي دپارلمان مشرتوب په غاړه واخلي اونه هم دپارلمان ملي او روڼ اندي نماينده ګان داغواړي چي ددغه ډول كسانوترمشرتابه لاندي كار وكړي ،ملي مصلحت ا وولسي غوښتنه داده چي دپارلمان دمشرتوب لپاره دي داسي څوك غوره شي چي په جنګي جنايتونوتورن نه وي ،په ولس كي دپوره اعتبار اوښه شهرت څخه برخمن وي اودپارلمان دچارودسمون اوپرمخ بيولوپوره صلاحيت ولري .كه څه هم چي ددغوشپږوكانديدانوپه ډله كي شكريه بارګزي اونورالحق علومي د جنګي ډلوسره كوم تړاونه لري ،خودپارلمان داوسني پيچلي جوړښت له مخي به دوي ته ډيره ګرانه وي چي داڅوكي ترلاسه كړي .دتنظيمي مشرانوپه هكله دايوه څبره ډيره له پخوانه ويل كيږي چي كه پخپلوكي سره وران وي نودنوروپه وړاندي بيا يوموټي دي ،دپارلمان داوسني مشرتابه په هكله د ښاغلي يونس قانوني پلويان هيڅكله دي ته تيار نه دي چي شكريه باركزي ته رايه ور كړي ،خوكه پوه شي چي ښاغلي قانوني داڅوكي نشي ترلاسه كولي نوبيا خپله رايه ارومرو استادرباني ،استاد سياف اوياهم ښاغلي محقق ته وركوي ،په همدي توګه دانورهم ورته كاركوي خوداشوني نه ښكاري چي تنظيمي وكيلان دي خپلي رايي علومي ياشكريه باركزي ته وركړي ،داخبره هم ديادولووړده چي شكريه باركزي هم په تش ميدان ځان دي څوكي ته نه دي كانديد كړي هغه به هم مطمئنه وي اوله ځينو كړيوسره به په سلا رسيدلي وي ترڅوديته رايي وركړي ،په همدي شان ښاغلي علومي به هم دورته چلند اوتاكتيك نه كاراخيستي وي ،خويوڅه چي څرګند دي هغه دادي چي دشكري باركزي اوعلومي دريځونه په پارلمان كي دومره پياوړي نه دي ترڅودغه څوكي ترلاسه كړي ويل كيږي چي استادرباني په دي لاره كي له ډيري پخوانه هلي ځلي پيل كړي آن دپارلماني ټاكنونه مخكي داسي اوازي وي چي دپارلمان مشرتوب به استادرباني په غاړه واخلي ،خودپارلماني ټاكنوپه وروستيوكي يونس قانوني هم څرګنده كړه چي هغه هم غواړي دپارلمان دمشرتوب لپاره ځان كانديدكړي ،دغه شان ښاغلي محقق هم دخپل ځان دكانديدكيدوخبره راپورته كړه اودوه دري ورځي مخكي استادسياف دخپل ځان دكانديد خبره وكړه ،په غوڅه توګه داويل چي څوك به دپارلمان مشرتوب وګټي ډيره ګرانه ښكاري خوويل كيږي چي شايد استادرباني داڅوكي ترلاسه كړيدټاكنوپه پايله كي څرګنده شوي چي پارلمان ته دري ډولو نمايندګانولاره موندلي اودپارلمان اوسني جوړښت په دريوبرخوويشل شوي دي :_ داپوزيسيون ډله ( په اپوزيسيون كي شامل ګوندونه )_ داوسني دولت پلويان :پارلمان ته يوزيات شميرددولت پلويانولاره موندلي ده - منځلاري ډله :داډله نه ددولت له پلويانوڅخه ده اونه هم په اپوزيسيون كي ګډون لري دڅيړونكوپه اندكه چيرته دمنځلاري ډلي اوددولت دپلويانوله لوري په كوم ځانګړي نماينده باندي سلاشوي وي چي دپارلمان مشرتوب ته دي وټاكل شي ،نوددواړو لوريو رايي دومره اندازي ته رسيږي چي داپوزيسيون ډله نشي كولي دهغه دبرياليتوب مخه ونيسي دغه رازكه چيرته ددولت پلويان اوداپوزيسيون ډله ديوه ځانګړي مصلحت له مخي په كوم نماينده باندي سلاشوي وي ،نوبيا خويي هيڅوك په وړاندي خنډونه نشي رامنځته كولي داوسني پارلمان دپيچلي جوړښت اوپه پارلمان كي دبيلابيلوسليقوشتون داخبره ستونزمنه كوي ترڅوپه غوڅه توګه وويل شي چي دپارلمان مشرتوب ته به څوك وټاكل شي ،خوراتلونكي به داخبره بربنډه كړي چي څوك دپارلمان دمشرپه توګه ټاكل كيږي اوپه ټاكنه كي يي كوم ځانګړي مصلحتونه په نظر كي نيول شوي دي آيا داټاكنه دملي مصلحت پربنسټ شوي اوكه يوځل بيا سياسي مصلحتونو له ملي مصلحتونونه لوړمقام موندلي دي . ",دپارلمان مشر به څوك شي ؟ 71,," دډسمبر لمړي ورځ چه دايدز نړيواله ورځ ده ديو لړ مراسمو په ترڅ کښي دکندهار دعامي روغتيا درياست او نړيوالي روغتيا موسسې په تخنيکي همکارۍ سره ولمانځل سوه . غونډه دقران عظيم الشان دمبارکو اياتونو دتلاوت نه وروسته دعامي روغتيا ولي شا طبيب - کندهار   دډسمبر لمړي ورځ چه دايدز نړيواله ورځ ده ديو لړ مراسمو په ترڅ کښي دکندهار دعامي روغتيا درياست او نړيوالي روغتيا موسسې په تخنيکي همکارۍ سره ولمانځل سوه . غونډه دقران عظيم الشان  دمبارکو اياتونو دتلاوت نه وروسته دعامي روغتيا ريس ډاکتر عبدالقيوم پخلا پرانستونکي وينا وکړه ، وروسته دنړيوالي روغتيايي  موسسي WHO دشرقي مديتراني دحوزي پیغام دداکتر شاه ولي پوپل لخوا ولوستل سو ، بیا پروفيسور ډاکتر قمرالدين سيفي دکندهار پوهنتون ريس ، ډاکتر عبدالواحد وثيق دکندهار دطب پوهنځي ريس ، ډاکتر واحد واحدي ديونيسف  اداري  مسول ، ډاکتر عبالجبار دکندهار دطبي ډاکترانو دټولني ريس ، ډاکتر پاينده محمد ارغندابي  دطب پوهنځي استاد ،دښووني او روزني  ريس  او دميرويس روغتون  ريسي  په وار سره د HIV/AIDS په هکله هر اړخيزه ويناوي وکړي . په غونډه کښي ددولتي ادارو مسولينو ، ملګروملتو ادارو ، سره صليب ، دښځو ټولني ،داخلي او بهرنۍ موسساتو کارکوونکو او ډاکترانو برخه اخيسته وه . دغونډي  په اخير کښي  ازاد بحث  ته موقع ورکړه سوه  ، او دخبري رسنيو ، او عامه  خبرتياوو باندي زيات  تاکيد وسو چه دعام ولس اذهان د نوموړي ناروغي په هکله  خصوصا دناروغي دمخنيوي په مورد کښي روښانه سي . ",په کندهار کي د اېډز د نړيوالي ورځي په مناسبت غونډه 72,انجنېر ذکر يا- هالنډ," انجنېر ذکر يا-  ۲/۱۲/۲۰۰۵- هالنډ لومړی برخه پارلماني ټاکني : دادی له ډېروخت نه وروسته افغانستان يو ځل بيا د پارلمان خاوند سو او د افغانستان د نوي دولت ټولي قواوي ( زما منظور په فزيکي لحاْْظ ددولت درې ګوني قواوي دي ) بشپړي سوي . زه په خپل وار ددغې تاريخي ارزښت  لرونکي پېښي په مناسبت د افغانستان ټولو خلګو او په خانګړې توګه ګټونکو وکيلانو ته مبارکي وایم . د اوسني پارلمان په اړوند د افغانستان سياسي کارپوهانو او ډېر و روڼ آندو بېلابېلي څرګندوني کړي ، چي ځيني ئی د حد نه زيات خوشبينۍ نه ډکي او ځيني ئي هم د ټاکليو خوشبينیو سره سره يو شمېر اندېښنې څرګندي کړيدي خو ځينونوروکسانوبيا په پوره بې انصافي ددې پر ځای چي د ټاکنو د بهېر او هغو د پايلو مثبتو اړخونو ته ګوته ونيسي ، هر څه ته ئي منفي کتنه کړېده  . زه هم ددې خبري په منلو سره ، چي د پارلماني ټاکنو او رائي شمېرني په بهېر کي ځيني تېروتنې سويدي او حکومت باید په راتلونکو ټاکنو کي دغه سهوي او تېروتني سمي کړي او د نوؤ تېروتنو مخه ونيسي ،په ټوليز ډول ددغه ټاکنو بريالي تر سره کېده يوه  ډېره  ارزښتمنه بريا بولم  . زما له نظره پس له اوږده ځنډه د پارلمان رامېنځ ته کېدل ، خپله يوه لويه لاس ته راوړنه ده .  اودا چي افغان ولس يو ځل بيا ددې حق پیداکړ ،چي ولسي جرګي او مشرانو جرګي ته په خپلو رايو ټاکل سوي وکيلان ولېږي ، چي په راتلونکي کي د حکومت پر کارونو د کنترول حق تر لاس کړ ، يو لوی پر مختګ دی . دا کار به د خلګو او واکمنۍ تر مېنځ د متقابلواړيکو په جوړولو کي هم پوره رول ولوبولای سي . دا ځکه چي د ولسي جرګې او مشرانو جرګې وکېلان بايد په منظمه توګه د خپلو ټاکل سوي سيمو د خلګو سره ليدني کتني ولري ، د هغوی نظريات او ستونزي واوري  او د هغوی په ليري کولو کي پوره هلي ځلي  وکړي . زما له نظره ډېر وکيلان به ددې لپاره هلي ځلي وکړي ، چي د خپلو سيمو له خلګو سره ښې اړيکي ټينګي کړي ، او ددوی د ستونزو په حل کولو کي پوره هلي ځلي وکړي ،تر څو په راتلونکو ټاکنو کي بيا وکولای سي دخلګو نه  رايو تر لاسه کولو سوال وکړي . که دوی د خلګو غوښتني په نظر کي ونه نيسي او د هغو د پلي کولو لپاره هڅي ونه کړي نو بيا به هيڅ کله د خلګو په وړاندي  ددرېدلو جُرئت ونه کړي او که و ئی هم کړي خلګ به دوی ته رايې ور نه کړي . د انتخاباتو نه مخکي ، د هغو په لړ او د ټاکنو د پايلو د څرګنديدلو نه وروسته يو شمېر کسانو پر دې انتخاباتو ډېري نيوکي کړيدې .  يو شمېر کسانوداسي ويل ، چي په دې انتخاباتو کي د هغو تنظيمونو لوړ پوړي کسان او مشران ګډون لري ، کوم چي لاسونه ئي د خلګو په وينو سره او د کابل ښکلۍ ښار ددوی لخوا وران ويجاړ سو او نژدې ۶۰ زره د کابل اوسېدونکي ددوی لخوا ووژل سول او ددوی لخوا پر قومي بنسټ د جوړسوؤ تنظيمونو په واسطه د خلګو پر ناموس تېری وسو ، مالونه ئی چور سول او ډېري نوري ناوړي چاري وسوې . يو شمېر نورو بيا ويل چي دادي کمونستان یو ځل بيا را څرګند سول او د خلګ دموکراتيک ګوند لوړ پوړي چارواکی ، چي پر افغانستان د شوروي په تېري او دروسانو په جنايتونو کي شرېک دي ، ددې پر ځای چي حساب ور سره وسي ، بيا ځانونه کانديدوي . ځيني نورو بيادا ويل ، چي نړیوالي ټولني  او د افغانستان اوسني واکمنانو د طالبانو رژيم د تروريستي رژیم په نوم له مېنځه یووړ،خو نن بيا دطالبانو د رژيم لوړ پوړيو چارواکو ته ددې اجازه ورکول کېږي ، چي په ټاکنو کي ګډون وکړي ، چي دا کار په ۲۰۰۱ کال کي د نړیوالي ټولني لخوا د طالبانو درژیم نسکورول ، تر پوښتني لاندي راولي . نور بيا دا اندېښنې لري ، چي د نشه يي توکو قاچاق وړونکي به په براخه کچه پارلمان ته لار پېداکي او دا پارلمان به د نشه ئی توکو د سوداګرو په پارلمان بدل سي . دغه راز د ځينو کسانو سره داسي وېره هم سته ، چي پارلمان ته  به  په لویه کچه د پرديو هيوادونو جاسوسان لار و مومي . دا ځکه چي اوس زموږ هيواد ته د هري خوا څخه د مداخلو لاسونه را اوږد سويدي اود تېرو دوؤ نيمو لسيزو جګړو په لړ کي ډېرو هيوادونو د افغانانو په مېنځ کي جاسوسان وروزل ، نو دا هم شونې ده ، چي دغه ډول کسان به هم پارلمان ته لارومومي او هلته به دنورو هيوادونو په اشاره او پرديو په ګټه کار کوي . خو اوس دادی ټاکني سرته رسېدلي دي ، نړيوالي ټولني د غه ټاکني د ځينو نيمګړتياوؤ سره سره ،  سمي او د افغانستان د شرايطو په پام کی نيولو سره ، په نړیوال معيار برابري بللی دی .او تقريباً د پورته يادسوؤ ټولو ډلو استازيو دغه پارلمان ته لارموندلې ده . زما له نظره د افغانستان د اوسنيو شرايطو په نظر کي نيولو سره دا یو برابر پارلمان دی . داچي زموږ په هيواد کي دوه نيمي لسيزي جګړه روانه وه او له دېرشو کلونو نه وروسته بيا د لومړي ځل لپاره پارلمان جوړېږي ، نو دا به منطقي خبره نه وي ، چي موږ دداسي ايډيال پارلمان غوښتنه ولرو، چي په هغه کي د ي ټول پوهان او متخصصين وي او د پورته يادسوؤ ډلو سره بايدڅه وسي ؟ ايا هغوي بايد د هيواد نه وشړل سي ؟ آيا دغه کسان دخپل قانوني حق یعني دانتخابولو او انتخاب کېدلو حق نه بي برخي سي ؟ که چېري دغه پارلمان ته د جهادي تنظيمونو مجاهدين او پلويان ئی ، د دموکراټيک خلق ګوند او نورو کيڼ لاسو ګوندونو پخواني غړي او پلويان ئی ، طالبان او پلويان ئي او نور  را نه سي ، نو دغه پارلمان ته به څوک راځي؟ دادومره متخصصين به له کومه کوؤ ؟ او بيا که وي هم او خلګ رايه ور نه کړی ، نو په داسي حالت کي ايا دوی بايد د ولسمشر د فرمان پر بنسټ ولسي جرګي ته ولاړسي ؟ که د يوه ګړي له پاره داسی فرض کړو ، چي ولسمشر د يوه فرمان له مخي پارلمان ته ټول متخصص او پوه خلګ انتصاب کړي وای ، دا به د ټولو لپاره د منلو وړ وؤ ؟ زما له نظره دا به نه يوازي سم او د ډموکراسي له اُصولو سره سم کار نه وای بلکي بيا به هم ټولو ته دمنلو وړ نه وای . د بله پلوه که د يوه ګړي لپاره فرض کړو ، چي د مجاهدينو د تنظيمونو مشران او غړی ، او دغه راز نور کسان د کانديدلو د حق نه بي برخي سوي وای دا به څومره لانجې او ستونزي را منځ ته کړي وای او کېدای سوای خبره بيا وسله والو شخړو او کورنۍ جګړې ته رسېدلې وای . د بله پلوه ددموکراسي د اُصولو پر بنسټ او د افغانستان د اساسي قانون له مخي هم تر څو چي يو څوک د محکمې د حکم له مخي د کانديدېلو د حق نه بي برخي سوي نه وي ، بل هيڅ حوک او هيڅ ارګان ددې صلاحيت نه لري ، چي د هغه نه دي دا حق واخلي .موږ د خپل هيواد تېرو دېرشو کاونوته کتنه وکړو ، نو په دغه دوره کي هرچا چي واک تر لاسه کړیدی خپل ټول سياسي  او ايديالوژيک مخالفين ئي نفي کړيدي او واک ئي يوازي د ځان حق بللی دی ، چي پايلي ئي موږ ټول دادی وينو چي د مليونونو انسانانو وژنه ،معيوبېدل او د ټول هيواد ورانۍ او ويجاړۍ دی . په اوسني پارلمان کي به هغه خلګ يو خاي ( کېدای سي څنګ پر څنګ ) سره ناست وي ،کوم چي په تېرو وختونو کي ئي يو بل په توغنديو او  توپونو ويشتل ، خو اوس به يو  بل په خبرو ولي . آيا دا واقعاً يو ډېر لوی پرمختګ نه دی ؟ ددې نه مخکي چا کولای سوای ددې تصور هم وکي چي دا خلګ به يو دبل سره خپل مخالفت په خبرو کي وکي . آن کېدای سي ددغو دښمنو کسانو تر مېنځ نژدې دوستي هم وسي . دا خو د اوسني حکومت وياړ دی .    خو زه په هيڅ صورت ددې هڅه نه کوم  چي ووايم ، چي د دموکراټيک خلق ، د جهادي تنظيمونو او د طالبانو د واکمنۍ په وخت کي د ځينو کسانو له خواجنايتونه نه دي سوي ، بلکي بېخي ډېري سوي دي . دوه نيم مليونه افغانان خو دکوم طبعي افت په پايله کي له مېنځه نه دي تللي ، د کابل ښار نژدې ۶۰ زره بې ګناه خلګ ، ماشومان ، ښځي اوسپين ږيري خو  د واک پر سر په جګړو کي ووژل سول ، آن تر ۲۰۰۱ ميلادي کال وروسته هم جنايتونه تر سره سول او په شمال کي په زرګونه طالب اسيران په  کانټينرونو کي ، د ټولو نړیوالو معيارونو خلاف په ډله ايزه توګه ووژل سول . په دې هکله خو فلمونه هم جوړ سوي دي . دغه راز په باميان ، مزارشريف ، هرات او نژدې د هيواد په ټولو سيمو کي دغه ډول زړه بوګنونکي پېښي سوي دي . خو په دې تور که احمد يا محمود تورن کېږي ، نو هغه بايد ثابته سي ، چي دغه يا هغه کس دا جرمونه سر ته رسولي دي او دغه ثبوت بايد په محکمه کي وسي . د هغه نه پرته پر هيڅ چا په قانوني توګه دا تور نه سي لګېدلای ، چي کوم جرم ئی کړی دی . یعني اصلي خبره په محکمه کي ده ، چي له بده مرغه اوسني محکمې او قضائی سسټم تر اوسه دې ته نه دي چمتو ، چي دغه ډول کسان دي محکمه کړي . زما له نظره ددغو جنايتونو د څېړلو او جنايتکارانو په سزا رسولو لپاره به ښه دا وي ، چي دپخواني يوګوسلاويا د جنايتکارانو د محکمې په شان يوه نړی واله بې پرې محاکمه جوړه سي او هغه ددغو جنايتونو په هکله خپلي څېړني ، ارزوني  او پرېکړي وکړي . دغه تورونه ، چي يوه ډله بله ډله په ټوليز ډول مجرم او جنايت کاره ګڼي او بله بيا متقابلاً بله ، د افغانستان ستونزي او پرابلمونه نسي هوارولای او نه زموږ هيواد ته کومه ګټه لري او نه هم دغه چلند قانوني او حقوقي د حل لاره ده . ښه لا ره داده چي يو بل سره ومنو ،نه دا چي يو بل نفي کړو. البته زما منظور دا نه دی چي پر جنايتونو دي سترګي پټي سي او يا دي د هغه د تحقيق او څېړني ونه سي . دغه راز ځيني کسان بيا دا نيوکي کوي ، چي پارلماني ټاکني سمي نه وې او ډېري درغلۍ پکښي سويدي ، چي يوه اندازه دا خبره سمه هم ده او د ټاکنو ګډ دفتر هم دا خبره مني ، چي د ټاکنو ځينو کارکونکو په ولايتونو کي غلطۍ کړيدي او له همدې امله ئي خپل څه د پاسه ۵۰  تنه کارکونکي له کارونو ګوښه کړيدي ، خو ددغو غلطيو له ارزوني او څېړني لپاره د کانديدانو او نوروخلګو در اپورونو پر بنسټ د هغو سيمو د رايو صندقونه قرنطين سول او هغه بيا له سره کنټرول سول او د درغليو د موندلو په صورت کي هغه رائی باطلي اعلان سوي . خو ددې ټولو سره سره بيا هم کېدلای سي ځيني کسانو په درغليو رائی تر لاسه کړي وي او په نتيجه کي ئي پارلمان ته هم لاره موندلې وي ، خو دا په هيڅ صورت ددې مانا نه لري ، چي د ټولو ټاکنو پايلي او مشروعيت دي تر پوښتني لاندي  راوستل سي .خو ځيني کسانو بيا په ټاکنو کي دخلګو د ګډون کچه په عمدي توګه راټيټوي او په دې توګه هڅه کوي داسي و ښيئي چي ګواکي په ټاکنو کي په سلوکي له پنځوسو نه لږو کسانو ګډون کړیدی اود هغه داثبات لپاره داسي اعداد او ارقام  را وړي  چي خپله هم باور نه په لري .خو له نېکه مرغه اوس په افغانستان کي تر ډېره بريده ازاده سياسي فضا موجوده او هر څوک کولای سي د انتخاباتو دتنظيم د  ګډ دفترسايټ ته ورسي او په ټولو ۳۴ ولايتونو کي په پارلماني ټاکنو کي د ګډون کونکو شمېره وګڼي او خپل قناعت حاصل کړي . دا خبره سمه ده ،چي په ځينو سيمو کي په پارلماني ټاکنو کي د خلګو د ګډون شمېره د ولسمشرۍ د ټاکنو د ګډون کونکو د شمېرې په پرتله لږ ه وه ، خو د ټول هيواد په سطحه په انتخاباتو کي د ګډون شمېره په سلو کي د پنځوسو نه زياته وه . تقريباً د ټولي نړۍ په هيوادونو کي د پارلماني ټاکنو په پرتله دولسمشرۍ په ټاکنو کي ډېر شمېر خلګ ګډون کوي او په افغانستان کي هم داسي کار وسو . زما په عقيده  دا ښه خبره نه ده  چي پارلماني ټاکنو کي نسبتاً لږ شمېر خلګو ګډون وکړ، کېدای سي په دې کار به حکومت او د انتخاباتو د تنظيم ګډ دفترهم يوه اندازه ګرم وي ، چي اړين تبليغاتي کمپاين ئي مخ ته نه دی بېولی ، خو اصلي ګناه د هغو خلګو ده ، چي په انتخاباتو کي ئي ګډون نه دی کړی . حکومت اود انتخاباتود تنظيم ګډ دفتر خو پر هيڅ چا کوم بنديز نه وؤ لګولی ، چي دغه يا هغه کس په انتخاباتو کي د انتخاب کېدونکي او يا انتخاب کونکي په توګه نه سي کولای ګډون وکړي . د بېلګي په توګه که د کابل ولايت او ښار د پارلماني ټاکنو بهير او د ګټونکو دلست  يو سرسري ارزونه وکړو : -  په کابل کي د بل هر ولايت په پرتله زيات کسان لوستي دي او د لوړوزده کړو لرونکواو روڼ آندو شمېره د نوروولايتونوپه پرتله پکښې زياته ده . -  دغه راز په کابل کي د بل هر ولايت په پرتله د ډله ايزو رسنيو ( ورځپاڼو ،اوه نيزو ، مياشتنېو، راډيوګانو او ټلويزيونونو ) شمېره هم ډېره ده او تبليغاتي کمپاين هم دبل هر ولايت په پرتله زيات په کي سويدی . خو که د ګټونکو وکيلانو لست ته وکتل سي نو په سر کي ئي هغه کسان دي ، چي د هغو تنظيمونو په راس کي وه ،کوم چي د کابل د ښکلي ښار دورانولو او دکابل د ۶۰ زرو شاوخوا خلګو دوژلو اصلي مسئوليت ئي په غاړه دی .دغه مسئله بايد په دقيق ډول وڅېړل سي او ددې علتونه ، چي ولي د کابل خلګو د روڼ آندو ، پوه او متخصصو خلګو په عوض داسي کسانو ته رايه ورکړه ، چي وړتيا ئي یا بېخي لږ ه او يا ئي هيڅ نه لرله . خو زما له نظره په دغو ټاکنوکي  قومي فکتورډېر غښتلۍ رول لوبولۍ دی . د قومونو تر مېنځ ناندری هغه بدمرغي ده چي دميلادي  ۸۰ يمو کلونو  د پېل نه زموږ د خلګو په مېنځ کي په پراخه کچه د روسانو ، اېران او پاکستاني استخباراتولخوا لمن ور ته ووهل سول . ډېرو کسانو د پوهي ، وړتيا ، تخصص او وطنپالني پر ځای قوم پالني ته رايه ور کړه . که داسي نه وي نو په کابل کي خو ډېر پوهو خلګو هم ځانونه کانديد کړي وه، خو بريالي نه سول . داادعا خو څوک نسي کولای ، چي حکومت د ځينو په اختيار کي زيات امکانات ورکړي وه او د ځينو په لاس کي  ئي نه وه ورکړي . خو خلګو خپل انتخاب وکۍ . د بېلا بېلو هيوادونو په تاريخ کي داسي پېښي سويدي ، چي خلګو په خپل انتخاب کي اشتباه کړې وي . د ځيني دا ډول کسانو په انتخاب کي هم کېدای سي خلګو اشتباه کړې وي ، چي د انتخابېدو وړ تيا ئي نه لرله ، خو دا دخلګو انتخاب دی او موږ اړ يو چي هغه  ومنو او د انتخاب سوؤ وکيلانو د کارپايلو ته سترګي په لار پاته سو .  زما له نظره د پارلمان په هکله قضاوت هغه وخت بايد وسي ،چي که ئي مخ ته پرتي دندي په ښه توګه سرته ورسولې نو دا به خورا ښه پارلمان وي او که د هغوی په بريالي سرته رسولو کي پاته راغی ، نو دا به ښه پارلمان نه وي .          خودا به ظالمانه وي ، چي له دېرشو کلنو وروسته د لومړي ځل لپاره ټاکني تر سره سويدي ، او هغه بيا د ځينو کسانو له خوا د يو څو غلطيو په خاطرغېر مشروع اوغير قانوني و بلل سي . ايا دا ممکنه ده ، چي په يوه هيواد کي ، چی دوه نيمي لسيزي په دوامداره توګه جګړه پکښي تېره سوې وي او خلګ ئي د رائی ورکولو او رائی اخستلو کلتور نه بېخي پردي سوي وي  اوآن  د ټولني يوې ډېري لويي برخي په خپل ټول ژوند کي هيڅکله ټاکني ليدلي نه وي ، په لومړي ځل داسي ټاکني تر سره سي ، لکه په اروپائی او نورو ټيکاو لرونکو او پرمخ تللي هيوادونو کي چي تر سره کېږي ؟ زما په آند دا ممکنه نه ده او نه بايد داسي توقع ولرو. دغه  نيوکي زياتره د هغو کسانو لخوا کېږي ، چي خپله ئی ډيموکراسي په توره وهله اويا  دهغو کسانو له خوا کېږي چي هر هغه څه چي په افغانستان کي تر سره کېږي ( که ښه او ګټور هم وي ) ددوی لخوا تر نيوکو لاندي نيول کېږي او ردېږي  . خو که دغه ټاکني په افغانستان کي د تېرو ټاکنو سره پرتله کړو ، نو دې پايلو ته رسېږو ، چي ددې ټولو نيمګړتياوؤ سره سره، زموږ د هيواد په تاريخ کي هيڅکله هم دومره ازادي او ددموکراسۍ پر اُصولو ولاړي ټاکني نه وي تر سره سوي .دا چي پارلمان ته دبېلابېلو ډلو استازيو لاره موندلې ده ، دا خپله د ټاکنو پر ډموکراټيک والي دلالت کوي او دا خبره ثابتوي ، چي حکومت او واکمنانو په هغو کي لاسوهني نه دي کړي . که نه نو پايلي به ئی داسي وای لکه د روسېي ، اېران ، چين او يا نورو غير ډموکراټيکو حکومتونو په شان .   خو ځيني کسان بيا دا اندېښنه لري ، چي د ولسي جرګې وکيلان ډېر غېر متجانس او په بېلابېلو ډلو او قومونو پوري تړلي  د بېلابېلو نظرلرونکي خلګ دي او دا به نه يوازي د حکومت د پلانونو په پلي کولو کي د هغه سره مرسته ونه کړي ، بلکي ستونزي به هم ورته جوړي کړي او پارلمان به د جوړونکي کار پر ځای ورانونکۍ کاروکړي . زما په آند په دې برخه کي هم يوه اندازه زياتۍ سويدی . لومړی خو دا چي په افغانستان کي هم په بېلابېلو ډلو او قومونو پوري تړلي د بېلابېلو نظرونو لرونکي خلګ  ژوند کوي او په پارلمان کي هم بايد ددغو ټولو ګروپونو استازي شتون ولري . دوهم دا چي ددموکراسۍ مفهوم هم دادی ،چي په پارلمان کي بايد په يوه هيوادکي دمېشته ټولو قومونو ،مذهبونو، سياسي ډلو او اِتنيکي ګروپونو استازي شتون ولري ، که نه نو د ا خو به د هغو هيوادونو پارلمانونو ته ورته وي ، چېري چي کمونستي او توتاليتاري رژيمونه واکمن وي .  د اخبره سمه ده چي دا پارلمان به داسي پارلمان نه وي ، چي هغه دي په ډېره ښه توګه وکړای سي د هيواد په اوسني حالت کي د ټولو ستونزو څخه د هيواد دوتلو په چاره کي د حکومت سره ډېره مرسته وکړي ، خو زه داسي هم نه ګڼم ، چي دا پارلمان به راتلونکي حکومت ته ( راتلونکۍ حکومت ځکه وايم ، چي د پارلمان د جوړېدو نه وروسته ، بايد وروسته  کابينه ،  پارلمان ته د اعتماد درائی اخستلو لپاره وړاندي سي ) ډېري ستونزي جوړي کړي . دا د راتلونکي پارلمان او حکومت تر مېنځ د همکارۍ په اړيکو پوري اړه لري . خو په ټوليز ډول ويلای سم ، چي اړيکي به دومره بدي هم نه وي لکه يو شمېر کسان چي ئي وړاند وينه کوي . له پورتنيو خبرو نه په هيڅ ډول زما منظور دا نه دی ،چي د حکومت او راتلونکي پارلمان پر کړونو بايد نيوکي ونه سي ، بلکي برعکس زه په دې باور يم چي د حکومت او راتلونکي پارلمان پر ناسمو کړونو بايد اوهرومرو نيوکي وسي او نه يوازي نيوکي وسي ، بلکي په ډېره جدي توګه دي ترې نه وغوښتل سي  چي هغه سمي کړي . زما له نظره يوه ددغو ستونزو او نيمګړتياوؤ نه په ټول دولتي سسټم کي د اداري فساد ، بډو او اختلاس شتون  او  مخ په زياتېدونکي نا امنۍ دي . زما له نظره د افغانستان خلګ او روڼ آندي ئي بايد د حکومت نه په ډېره کلکه او دوامداره توګه ددغو نيمګړتياوؤ د سمولو غوښتنه وکړي او په دغه لاره کي خپله هم د حکومت سره مرسته وکړي او دسمون دلارو په اړوند ئي حکومت ته خپل وړانديزونه هم وکړي . ځيني کسان خو لا داسي هم سته چي خپله په اداري فساد ، بډو او اختلاس کي ککړ وي ، خو پر حکومت نيوکي کوي ، چي ددغو ناوړو پديدو مخه نه نيسي . دحکومت يوه بله نيمګړتيا دا هم ده ،چي وخت په وخت ددولتي رسنيو ( ورځپاڼو ، راډيو او ټلويزيون ) له لاري  خلګو ته پوره مالومات نه ورکوي او اکثراً خلګ  دحکومت له خوا په ډیرو کړو کارونو خبر نه وي ، ځکه نو داسي فکر کوي ، چي حکومت هيڅ کار نه دی کړی . زما هيله داده ، چي موږ بايد دپوپوليستو سياستوالو په توګه نه بلکي د وطنپالو افغانانو په توګه د هيواد پېښي او سياسي بهير وارزوؤ او هر وخت د هري نيوکي سره يو ځای د هغه د حل لاري هم په ګوته کړو.   ",پارلماني ټاکني اود نوي پارلمان په وړاندي پرتې دندي او ستونزي( لمړۍ برخه) 73,," په ډیره خواشینئ سره مو خبر تر لاسه کړ چې الحاج عبدالقیوم بزګر لدی فاني دونیا څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی .. خدای بخښلی حاجي عبدالقیوم بزګر په بیلابیلودولتي مقامونو کي دنده سرته رسولې ده. ده خپل  هیواد، پښتو او پښتونولۍ ته خپل ژوند وقف کړی و.  دده د روزني برکت دی چی ټولي کورنۍ ئی د پښتني کلتوراو ادب  خدمت او پرمختګ ته  ملا تړلی ده  . دبیلګی په توګه :   ډاکترمحمد فرید بزګر دختځ دبیا رغوني اداری (کور) په چوکاټ کي او  محمد طارق بزګر ددعوت خپرونی له لاری قام هیواد او پښتنی کلتور ته نه هیریدونکی او نه ستړی کیدونکی خدمتونه کړی دی او کوی ئی. د خدای بښلی  حاجی عبدالقیوم بزګر كورنۍ او خپلوانو ته د زړه صبر غواړو اوپه غم کی ورسره خان شریک ګڼو  ۰ اروا دی ښاده او جنت فردوس دی په نصېب شي .    ډاکـتر کـبيـر ســـتـوری دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر   Dr. Kabir Stori President of PSDP Kiebitzweg 12     50389 Wesseling, Germany Tel..0049 2236 83463  Fax: 0049 2236 841930      ",دحاجی عبدالقیوم بزګر دمړينی له کبله دغمشریکۍ پيغام 74,حقمل," د تخار د بهارک په ولسوالى کې د پوليسو او مظاهره کونکو داخ اوډب ترمينځ دوه تنه ملکى وګړى مړه او څلور تنه نور ټپيان شوى دى . پېښه ګډوالو ته په دغه ولسوالى کې د يو نوى ښار د جوړولو او کډوالو ته د ځمکو پر ويش رامنځ ته شوې ده . دتخار والى وويل دپېښې څيړنه روانه ده . ",په تخار کې دوه تنه مړه او څلور تنه ټپيان شوى دى 75,," امريکا او افغان حکومتونو په لوړه کچه د ٥ نيم ميلياردو ډالرو د مرستې يو تړون د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په داسې وخت کې لاسليک کړ چې افغان لسمشر حامدکزى هم حاضر وو . ددغه تړون له مخې چې د ماليې وزير داکتر انور الحق احدى او په کابل کې د امريکا سفير نيو من تر مينځ لاس ليک شوى ،امريکا دپنځو کلونوپه ترځ کې د ښونې، روغتيا، اقتصاد ، او ټولينزو چارو د پرختياوو په موخه له افغان لورى سره ٥ نيم ميليارده ډالر مرسته کوى . ",د ٥ ميلياردو ډالرو تړون 76,حقمل," د حزب اسلامى ګوند مشر حکميتار په يوه خپره شوې وينا کې د افغان ولسمشر د ملى پخلاينې له تګ لارې سره مخالفت ښودلى او وايى تر څو چې په افغانستان کې بهرنى ځواکونه وى ،سوله اوملى پخلاينه منځ ته نه شې راتلى . د کرزى سلا کار داکتر سپنتا ويلى چې ددولت په پلان کې حکمتيار او ملا محمد عمر د ملى پخلاينې په برنامه کې ځاى نه لري . ",حکميتار د کرزى ملى پخلاينه نه منى 77,حقمل," د کندهار ولايت دشاولى ګوټ ولسوال حاجى حيات الله د جمعى په مازديګر د يوې چاودنى له کبله د دوو تنو ساتونکو سره يوځاى وژل شوى دى . په چاودنه کې درى تنه ټپيان شوى دى . امنيى چارواکو د پېښې په تور څه کم شل تنه شکمن کسان نيولى دى .طالب اورپکو منلې چې ددوى کسانو دا چاودنه ترسره کړې ده . ويل کيږى چاودنه د ريومټ کنترول په ذريعه رامنځ ته شوې ده .په کندهار کې يو چارواکى ويلى دى چې پېښه هغه وخت رامنځ شوې چې ولسوال د ولسوالى له نوې ودانۍ څخه له کتنې وروسته د زړې ولسوالى پر لور روان شوى وو. ",دکندهار د شاولى کوټ ولسوال وژل شوى دى . 78,حقمل," د معلولينو او معيوبينو وزيره صديقه بلخې او ددولت يو شمير نور لوړ پوړى چارواکىنن له غرمې مخکې له هغه غوڼدې څخه وتيښتيدل چې دلويې جرګې په کيږدۍ کې په کابل کې د معلولينو او معيوبينو دنړيوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې وه . په دغه غوڼده کې هغه وخت تاوتريخوالۍ راپيدا شو چې يو شمير قهر جن معلولين او معيو بين پر کيږدى ورننول او دغه وزيرې ته يې د غلې خطاب وکړ او هغه يې په اداري فساد او درغليو تورنه کړه . د معلولينو او معيوبينو دچارو وزيره چې د وينا په حال کې وه د يوې نامعلومې دروازې څخه د يوشمير نورووزيرانو او اولوړ پوړو دولتى چارواکو سره يو ځاى وتښتيدله . يو شمير معلولينو او معيوبينو پر خپلو ځانو پطرول شيندلي وو او هڅه يې کوله چې خپلو ځانو ته اور واچوى .په دغه تاوتريخوالى کې د لويې جرګې په کيږدۍ کې ميزوونه، چوکۍ او ستيج چپه او وران شول او يو شمير پوليسو د اوبو د ټانکرړنو سره دغې سيمې ته راورسيدل ترڅو ددغه تاوتريخوالى مخه ونيسي . دغه قهرجن معلولين او معيوبين هڅه کوې د مظاهرې په شکل د ښار په لور وخوځيږى .قهرجنو معلولينواومعيوبينو ددغه وزير د ګوښه کيدو غوښتنه کوله او په نارو او سورو سره يې دولت پړ باله چې ددوى ژونده ته يې هيڅ ډول توجه نه ده کړې . ",د معلولينو او معيوبينووزيره له غوڼدې وتښتيدله 79,," د افغانستان او پاکستان تر مينځ د سپين بولدک او ويښ پوله چې د پنجشنبې راهيسې د پاکستاني چارواکو له خواد ترافيکو پر مخ تړل شوې وه، نن له غرمې مخکې د سپرليو پرمخ بيرته پرانيستل شوه . ددغې پولي دتړل کيدو په اړوند دواړه لوري يوبل ګرم بولى .افغان چارواکو وويل چې پاکستانې پوليسو دوه تنه افغان کډوال وهلى او ټکولى دى او پاکستانى چارواکو ويلى چې افغان ساتونکو د پاکستان يو سرحدى ګارد تښتولى دى .اس دواړه لوري دا مسله ختمه بولى .افغان ساتونکو د پاکستان سرحدى ګارد خوښۍ کړى دى . ",د سپين بولدک او ويښ پوله خلاصه شوه . 80,حقمل," د افغانستان ملى شورا د لنډ مهالې دارالانشا مشر داکتر عزيزالله لودين وايى چې د ولسي جرګې د لومړنۍ غونډې له پاره ٨٥ فيصده تيارۍ نيول شوى دى .ده دلومړنۍ غوندې د جوړيدو دنيټې په هلکه څه ونه ويل خو دايې په ډاګه کړه چې مخکې له هغې نه به ، د ټولو وکيلانو له پاره روزنيز ورکشاپونه جوړ شي ترڅو د ولسى جرګې غړى د دارالانشا، د ولسى جرګې د مشر اومرستيالانو د دندو او صلاحيتونو او نورو اړوندو مسايلو په هکله اړين معلومات تر لاسه کړي . ده وويل داډول رکشاپونه ممکن په راتلونکې اونۍ کې پيل شي . ",د ولسي جرګې دغونډې له پاره ٨٥ فيصده تيارى . 81,حقمل," د کابل د روغتيا په څلور لاره کې د ملى اردو د ډزو په پايله کې هغه وخت يو پوليس او يو بندى ټپيان شول کله چې پوليسو غوشتل څو تنه بنديان د کابل پلچرخى جيل ته وليږدوى . ډزې هخه وخت وشوى ، چې پوليسو په دغه څلور لاره کې موټر د ملى اردو د سرتيرو په وړاندې نه وو درولۍ . پوليس وايى چې ملي اردو حق نه لري ددوى موتر ودروي او تلاشى يې کړي . ددفاع وزارت وياند وايى چې دپېښې په اړوند تحقيقات روان دي . ",د ملى اردو په ډزو يو پوليس او يو بندى ټپيان شول . 82,," ټولو محترمو ښاريانو ته خبر ورکول کيږي چی د شفا رواني او معادينو ( د نشيی توکو استعمالونکو) روغتون نوی په فعالیت پيل کوي.نوموړې روغتون په ډيرو مجربو ډاکټرانو، نرسانو او مجهز لابراتوار سمبال او 24 ساعته ( شپه او ورځ) د محترمو ناروغانو په خدمت کی دی.چی رواني (عقلي) او معتادین (نشيی) ناروغان مني. ",خبرتیا:: رواني (عقلي) او معتادین (نشيی) ناروغان 83,حقمل," د هلمند امنيتې چارواکو منلې ده چې په هغه وسله واله نيښته کې چې دجمعې په ورځ ددغه ولايت دنوزاد ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځ ته شوه يو دولتى پوليس مړ او پنځه تنه ټپيان شوى دى .وسله وال د پېښې له ځاى څخه تښتيدلى دى . ",په هلمند کې يو پوليس مړ او پنځه تنه ټپيان شوى دى 84,," ع  : نورزي هلمند دهلمندپه نوزادولسوالي كښې يوعسكرمړاوپنځه تنه زخميان شول . دهلمنددنوزادپه ولسوالي كښې هغه مهال دګل محمدپه نوم يوعسكرمړاوپنځه تنه نورټپيان شول كله چي په نوموړي  ولسوالي كښي دسيمې دامنيت په دټينګولولپاره په ګزمه بوخت وو دهلمندامنيه قومندان مل پاسوال عبدالرحمن صابردبېنواخبريال ته وويل : چي پېښه تيره ورځ دغرمې پر۱۲ بجې رامنځته شوه صابروويل چي سيمي ته ئې پنځوس نورعسكرليږلي خوطالب جنګيالي دسيمي څخه په تيښته بريالي شويدي . داپه داسي حال كښې ده چي دوې اونۍ مخكي هم دطالبانوله لوري دنادعلي دكاريزصدى په سميه كښى هم دوه سيميزپوليس وژل شوي وه .   ",په هلمندکي جګړې مرګ ژوبله رامنځته کړېده 85,حقمل," د جمعې په ورځ د عراق فلوجې ښار ته نيږدى د امريکا لس تنه عسکر په يوه چاودنه کې وژل شوى دى . همدارنګه څلور تنه نور د پنجشنبې په ورځ په دو جلا پېښو کې په عراق کې وژل شوى دى . ",لس تنه امريکايان په عراق کې وژل شوى دى . 86,خليل الله سروري / بېنوا كندهار," دافغانستان د وتلي او منلي فرهنګي _ ملي شخصيت ارواښاد علامه اكاډيميسن پوهاند عبدالشكور رشاد بابا ( ر ح ) لومړۍ تلينه پرون د ليندۍ د مياشتي پر ۱۱ (د جمعې په ورځ) چي د ديسمبر د مياشتي د ۲ نېټې سره سمون لري د كندهار د لرغوني خليل الله سروري / بېنوا كندهار د ليندۍ - ۱۱- ۱۳۸۴ ل (ديسمبر – ۲ – ۲۰۰۵ ع ) دافغانستان د وتلي او منلي فرهنګي _ ملي شخصيت ارواښاد علامه اكاډيميسن پوهاند عبدالشكور رشاد بابا ( ر ح ) لومړۍ تلينه پرون د ليندۍ د مياشتي پر ۱۱ (د جمعې په ورځ) چي د ديسمبر د مياشتي د ۲ نېټې سره سمون لري د كندهار د لرغوني او تاريخي ښار په منډيګك مانۍ كي دكندهار د داطلاعات كلتور او ګرځندوي رياست له خوا په ډيرو شانداره مراسمو سره ولمانځل سوه.غونډه دپروګرام سره سم دقرآن كريم دڅو مباركو آياتونو په تلاوت سره پيل سوه وروسته د كندهار د داطلاعات كلتور او ګرځندوي رياست رئيس ښاغلي عبدالمجيد بابي دكنفرانس دمشر په تو ګه وينا واورل ورپسې دكندهار د ولايت مرستيال ښاغلي غلام جيلاني همايون دكندهار دوالي په استازيتوب دغونډي برخه والو ته پرانستونكي وينا واورل او ددغسي غونډو او كنفرانسونو جوړېدل يې وستايل بيا دعلامه رشاد بابا ( رح) زوى څېړنمل انجينر شېرشاه رشاد ""دعلامه بابا ( رح) پر ژوندانه څوخبري"" تر سرليك لاندي خپله مقاله دغونډي ګډونكوونكو ته واورول . وروسته دخاطرو په برخه كي ښاغلي فضل محمد پنهان دعلامه بابا (رح) څوخاطري بيان كړې ورپسي دويرنو په برخه كي دعلامه بابا( رح) لور مېرمين كوكو رشاد ( برى) دعلامه بابا ( رح) په اړه خپله ويرنه وويل او ورپسې په ترتيب سره دكندهار د پوهني رئيس ښاغلي حيات الله رفيقي ، نعمت الله شېراني صاحب ،عبدالمجيد بابي صاحب او ځوان شاعر امين په وار سره خپلي ويرني واورولې بيا د پيغامونو په برخه دكندهار ولايت اداري مرستيال ښاغلي غلام فاروق فرهمندد افغانستان د جمهور رئيس حامد كرزي پيغام واوراوه ورپسې د افغانستان دعلومو اكاډيمي پيغام دنادرشاه آغا له خوا ولوستل سو وروسته دمقالو په برخه كي دښاغلي محمدمعصوم هوتك صاحب مقاله دځوان ليكوال او شاعر سعيد لودين له خوا وويل سوه او همدارنګه په ترتيب سره دبېنوا فرهنګي ټولني مشر عبدالاحمد محمديار اوځوان ليكوال ښاغلي عبدالقديم پتيال خپلي مقالي واورولې ورپسې ستر ليكوال ، ژبپوه او اديب ډاكټر عبدالرازق پالوال صاحب دغونډي ارزونه وكړه او دسهارني كنفرانس په پاى كي دكنفرانس پرېكړه ليك داستاد عبدالباقي پوپل له خوا چي د كنفرانس د دارالانشاء مشري يې په غاړه وه، غونډي ته وړاندي سو .وروسته دجمعي د لمانځه او ډوډۍ له پاره د يوه ساعت له پاره په غونډه كي وقفه راغله .دماپښين پر ۲:۰۰ دكنفرانس ماپښيننۍ برخه پيل سوه دغونډي په دې برخه كي د علامه بابا ( رح) د انځوريز نندارتون چي دكندهار داطلاعات كلتور او ګرځندوي رياست په ابتكار جوړ سوى و پرانستل سو په دې نندارتون كي د علامه بابا (رح) د ۳۰۰ په شاوخوا كي انځورونه، چاپي او ناچاپه آثار، داغوستلو كالي او دې ته ورته نور د علامه بابا (رح) د استعمال وړ توكي ايښوول سوي وه .د نندارتون دپرانستلو وروسته دغونډي ټول گډون كوونكي دعلامه بابا (رح) دزيارت پر لور رهي سول او هلته يې د علامه بابا (رح) پر مرقد د عقيدت او درنښت له پاره دګلوګېډۍ كښېښوولې او دعلامه بابا (رح) پاك روح ته يې دعا وكړه ورپسې دعلامه بابا(رح) په زيارت كي دعلامه بابا په وياړ مشاعر ه جوړه سوه چي د مازديګر تر ۵:۰۰ بجوپوري يې دوام وكړ.د يادوني وړ ده چي په دې غونډه كي د ګډون له پاره دارواښاد لوى استاد حبيبي صاحب او ارواښاد محمد ابراهيم خواخوږي عزتمنو زامنو هر يو انجنير ميرويس حبيبي او جنرال غرزى خواخوږي او د كابل، وردګ او پروان ولايتونو څخه نورو مېلمنو په دې ساړه موسم كي د ليرو ځايونو څخه ډېر زحمت كښلى و او كندهار ته يې تشريف راوړى و چي ددوى دا سپېڅلى احساس به د ټولو فرهنګپالو په زړونو كي تل پاتى وي . دانځورونو د ليدو لپاره پر انځور کليک وکړې ",په كندهاركي دعلامه بابا( رح) لومړۍ تلين ولمانځل سو 87,پوهندوي جنرال گل احمد ( مددزي)," پوهندوي جنرال گل احمد ( مددزي)  دوهمه برخه په لومړۍ برخه کي دارادې دازادۍ داصل په اساس دټاکنوپه بهيررڼا واچول شوه . په دې برخه کي د ټاکنيزو حوزود  اوسيدونکود شمير په تناسب ، د عادلانه استازيتوب اصل د خوندي کولو په باب د ټاکنو د چاروا کو اجرا ت ، اود توليز  اکثریت د منل شوي حقوقي قاعدې په اساس د راجستر شوو رايه ورکوونکو په انډول د کارول شوو رايو او د  کارول شوورايوڅخه دگټونکوکانديدانو د رايو د تناسب په کچه ، د استازو دواک مشروعيت ، څيړل کيږي .  داساسي قانون ( ۸۱ ) ماده ، ملي شورا دستر تقنيني ارگان په توگه دافغانستان دخلکودارادې ښکارندويه او د ټول ملت استازي بولي . د نوموړي قانون په ( ۸۲ ) ماده کي ، ولسي جرگه دملي شورا د دوومجلسونو څخه يومجلس  گنل شوی او( ۸۳) ماده حکم کوي چي د ولسي جرگې غړي ، د خلکو د ازادو ، عمومي ، پـټو او مستقيو انتخاباتو له لاري ټاکل کيږي چي د غړو شمير ئي د هري حوزې د نفوسو د شمير په تناسب بايد د (250) تـنو څخه زيات نه وي او دانتخاباتو په قانون کي بايد داسي تدابير ونيول شي چي د ا فغانستان دتولو خلکو لپاره ، دعمومي اوعادلانه استازيتوب انتخاباتي نظام خوندي کړي . د(138) له مخي ، په هر ولايت کي يوه ولايتي جرگه جوړيږي چي غړي يې دقانون سره سم ، دنفوسوپه تناسب دازادو ، عمومي ، پټو او مستقيمـو ټاکنو له مخي دولايت داوسيدونکولخواتاکل کيږي (1).  په ذکرشوومادو کي د نفوسو د شمير په تناسب د عادلانه ا ستازيتوب اصل د ټاکنو د حقوقي مشروعيت لـپاره له دې امله ځانګړی اهميت لري چي د يوې سيمي د اوسيد ونکود ازادي ارادې پر بنست د هغـوی د جمعي رايي د رعايت او درناوي خوندي کول تضمينوی اود شمیرپه تناسب د هري سيمي اوسيدونکو ته دهيوادپه چاروکي دونډي اخستلو داسي زمينې برابروي چي دهغو په اساس دولتی نظام ، د ملي منني دوړتيا په لرلو سره دخلکو استازيتوب کولای شی .  په ولسوا کي نظام کي دعادلانه استازیتوب په اساس دتاکنو ترسره کول یوبنستيزاصل دی چي موجوديت يې دټاکنوپه قانون کي خوندي کيږي  . د ټاکنود قانون د(11) مادې د حکم له مخي، د ولسي جرگې اوولايتي شـوراگانو د ټاکنو په اړوند ، هر ولايت يوه حوزه او کوچيانو ته د ولسي جرگي د تاکنو لپاره ټول هيواد يوه حوزه تعين شوې ده اوهره حوزه د نفوسو د شمير په تناسب د استازيتوب د څوکيو استحقاق لري . د نوموړي قانون په (19) ماده کي دولسي جرگي دڅوکيو شمېر (249) ټاکل شوي اود (20) مادي د (2) بند دڅرگندونو له مخي (10) څوکۍ کوچيانـو ته ځانګړي شوي دي . کوچیانو ته د (10) څوکـیـو د ورکولـو حکم ، په حقيقت کي د نفوسو په تناسب دعادلانه استازيتوب د اصل رعايت ته لمړي ننګونه ده . دعادلانه استازيتوب د اصل په اساس د څوکيو استحقاق بايد د استثـنا پرته، د نفوسو دشميرله مخي تثبيت شي  اوددې حکم څخه دکوچيانو په شمول دهيڅ يوې ټاکنيزي حوزې مستـثنی کول جواز نه لري .په دې توگه کوچيانو ته په پورتني ډول د(10) څوکيوورکول داساسي قانون سره ښکاره تناقض لري .  د ټاکنودچارواکو لخوا ، ولايتونو ته داستازودڅوکيو دويش څخه جوتيږي چي دنفوسو په تناسب د عادلانه استازيتوب اصل، په عمل کي ديوې بلي ننګوني سره لاس په گريوان دي . ددې ننګوني اصلي لامل، په هيواد کي دنفوسودکره سرشميرني نشتوالی دی . په دې کي شک نشته چي د هيواد دنفوسو حقيقي شمېر څرگند نه دی اوکومه نوي سر شميرنه چي دتاکنو لپاره اساس گنل شوي ، پخپله ناسمه ده اودبلي خواهمدا ناسم ارقام اودهغي پربنست ، ترسره شوي اجرات هم داولس څخه پت ساتل شوي دي . چارواکو تر اوسه پوري اولس ته روښانه کړې نه ده چي د هر ولايت نفوس څو تنه دي  او په ولسي جرگه اوولايتي شوراگانوکي ، داستازوڅوکۍ څه ډول محاسبه شوي دي . يوازي چارواکو ته  څرگنده ده چي د ټاکنو دقانون په (20) ماده کي ذکر شوی حکم يې څرنګه پلی کړی دی او ملت ته يې د نوموړي حساب حرڼوالي په ډاگه کري نه دي اوددي معني داده چی تنهاچارواکي په خپل زغم پوهيږي> چي دهرولايت لپاره ئي دنفوسودسمبوليک شميرپه تناسبي بنست، دڅوکيوشميرحه ډول تثبيت کري دی. سره له دي چي د(20) مادي(4) بندحکم کوي چي کميسون مکلف دي دحوکيو په تخصيص کي داستفادي وړ محاسبات خپاره کړي ، خوکميسون تراوسه هم دا کار نه دي کري (2). داچي په هيوادکي دنفوسوشميرنه نده شوي اونمونوي سرشميرنه هم داولس له سترګو پټه پاتي ده ، نود نفوسو په تناسب دعادلانه استازيتوب  د اصل له مخي ، ولايتونوته دڅوکيو دتثبيت په اړوند دتاکنو دچارواکو اجرات دمشروعيت له پوښتني سره مخ دي . ددي پوښتني دنه پيدا کيدويونسبتآ ښه بديل داړ چي په هره حوزه کي دراجسترشوورايه ورکوونکو دشمير له مخي ، داستازو څوکۍ ويشل شوي واي . ځکه چي د نفوسو د تخميني او نمونوي شمير په نسبت د راجستر شوو رايه ورکوونکو ارقام ، سربيره پر دي چي دچارواکو اجرات ئي اسانه کول ، اولس ته هم شه څرگند اود ډاډ وړ ړ. مگر داچي ولي چارواکو ددي نسبتآ واقعي اوروښانه ارقامو په ځاي ، ملت ته دانديښنې وړ ناڅرگندوارقاموڅخه داستازودڅوکيودتثبيت لپاره کارواخيست اوبيا ئي دڅوکيو په ويش کي محاسبه شوي ارقام، داولس دخبرتيا لپاره هم خپاره نکړل اوپه دې توگه ئي د ملت دقضاوت څخه هر څه پټ وساتل ، پخپله د مشروعيت معما بلل کيږي .  که دټاکنو دقانون د(28) مادې حکم ته ځير شو، ليدل کيږي چي دولايتي شوراگانو دغړو دشمير په اړوند ددې مادې څرگندوني په عمل کي متضاد مفهوم افاده کوي .نوموړې ماده حکم کوي چي :((د ولايتي شوري دغړو شمير، دنفوسو له مخي په لاندي توگه ټاکل کيږي : - هغه ولايتونه چي له پنځه سوه زرو(500000) تنو  څخه لـــږ نـفــوس لري ، (9) غړي ؛ - هغه ولايتونه چي له پنځه سوه زرو (500000) تنـو څخه زيات تريو مليـون (1000000) تنو پوري نفوس لري ، (15) غړي ؛ - هغه ولايتونه چي د يو مليون(1000000) تنو څخه زيات  تر دوو مليونو (2000000) تنو پوري نفـوس لري ، (19) غړي ؛ - هغه ولايتونه چي د دوو ملـيونـو  (2000000) تنـو څخه زيات تر دري مليونو (3000000) تنـو پوري نفوس لري ، (23) غړي ؛ - هغه ولايتونه چي د دري مليونو (3000000) تنو څخه زيات نفـوس لري ، (29) غړي .)) ددي تفصيل څخه جوتيږي چي د ولايتي شوري د غړو شمير ، د نفوسو د شمير سره کوم تناسب نه لري او ديو ډول معکوس تصاعد نسبت په گوته کوي چي د اساسي قانون د(138) مادې سره ښکاره ټکر لري .  دټوليزاکثريت دمنل شوي حقوقي قاعدې په اساس ، داولس په استازيتوب دگټونکو نوماندانو دواک  مـشروعيت د ټاکنو په حقوقي ارزونه کي ډيـر اهمــيت لريٍ . ارقام ښيي چي په تول هـــيـواد کي (12977336) تنه رايه ورکوونکي راجستر شوي اوددې جملي څخه (6412615 ) تنو په ټاکنوکي گډون  کړی دی چي په سلو کي (41/49%) جوړوي او دحوزوي گډون کچه په سلو کي د(71%) څخه پيل او تر (20%) پوري را کښته کيږي . دا د ټول هيواد او په تيره بيا ديو شميرحوزوداستازو دواک مشروعيت ترپوښتني لاندي راوړلي . همداراز دهري حوزې دگټونکوکانديدانودرايوترمنځ دکتني وړ توپير له يوې خوا اودهيواد په سطحه دکارول شوو رايو څخه دگټونکو کانديدانو درايوبرخه له بلي خوا ، په عمومي او حوزوي کچه د اولس دارادې دتمثيل له مخي ، داستازو دواک مشروعيت دانديښنې وړ ښيي .  په حوزوي کچه درايه ورکوونکو گډون جوتوي چي دباميانوولايت په سلوکي د (7/71%) ترتولـو  لوړه اودزابل ولايت په سلوکي د(15/ 20%)ترتولو کښته دگدون کچه لري .( دباميانوحوزه کي د(176008) تنوراجسترشوورايه ورکوونکوڅخه(126296)تنواودزابل په حوزه کي د(102695)تنوراجسترشوورايه ورکوونکوڅخه(20695)تنوپه ټاکنو کي برخه اخيستي ده) په دې توگه په(20) ولايتونوکي دحوزوي گډون  کچه ( بدخشان 79/60 % ، بادغيس 28/58 % ، بغلان08/54% ، بلخ10/51% ، باميان7/71% ، دايکندي7/61% ، فراه53/57% ، فارياب52/62% ، غزني80/50% ، غور57/66% ، هرات  80/62% ، جوزجان18/63% ، خوست07/56% ، کندز35/61% ، نورستان10/64% ، پکتيا  74/63% ، پکتيکا89/52% ، سمنګان55/665 ، سرپل89/62% اوتخار69/66%) په سلوکي تر(50) پورته او په پاتي(15) حوزوکي دگډون پيمانه ( هلمند76/36% ، کابل49/335 ، کندهار32/25% ،  کاپيسا40/41% ، کوچيان34/38% ، کنر99/45% ، لغمان88/37% ، لوگر64/38% ، ننګرهار 62/47% ، نيمروز12/44% ، پنجشير30/35% ، پروان66/35% ، ارزگان44/23% ، وردگ  38/41% اوزابل15/20% ) په سلوکي تر (50) کښته ده.  دهري حوزې دگټونکو کانديدانو رايي ښيي چي په يوه حوزه کي دلومړي اواخري گټونکي کانديد درايو تر مينځ څومرتبې (مثلآ په کابل کي د حاجي محمد محقق (52686 ) رايي ، دسيد داړدهاشمي (2130)رايوڅخه(24)مرتبې زياتي دي ) توپيروجود لري . دتولواستعمال شوورايو په انډول دگټونکو  کانديدانو د رايو مجموعي شمير په ډاگه کوي چي د (6412615) کارول شوو رايوڅخه ، گټونکو کانديدانوټولي(2080379) رايي خپلي کړي چي په منځنۍ توگه دسلوڅخه(44/32%) جوړوي اوپه توليزه  توگه دکابل اوارزگان دولايتونوڅخه پرته دنورو حوزو ارقام په سلوکي د(50) څخه تيت دي (بدخشان  91/37% ، بادغيس98/22 ، بغلان26/33% ، بلخ70/29% ، باميان88/37% ، دايکندي25 /37% ، فراه20/34% ، فارياب47/28% ،غزني58/29% ،غور66/36% ، هلمند41/28% ، هرات29/31% جوزجان28/32% ، کابل33/54% ، کندهار91/41% ، کاپيسا04/31 ، خوست 59/24% ، کوچيان 71/41% ، کنړ50/22% ، کندز10/27% ، لغمان68/27% ، لوگر45/19% ، ننګرهار23/27% ،  نيمروز38/17% ، نورستان44/21% ، پکتيا71/24% ، پکتيکا61/31% ، پنجشير98/26% ،  پروان13/30% ، سمنګان55/41% ، سرپل24/35% ، تخار22/28% ، ارزگان63/59% ، وردگ  92/30% اوزابل56/28%).  دټولو(12977336) تنوراجسترشوورايه ورکوونکوله جملې څخه، گټونکوکانديدانو(2080379) رائي گټلي چي منځنۍ فيصدي يې (03/16%)ته رسيږي او په هيڅ يوه حوزه کي درايو يو پردريمه برخه هم  جوړولاي نشي( بدخشان 80/22% ، بادغيس39/13% ، بغلان99/175 ، بلخ18/15% ، باميان18/27%  دايکندي23% ، فراه68/19% ، فارياب39/17% ، غزني02/15% ، غور 40/24% ، هلمند44/10% هرات65/19% ، جوزجان40/20% ، کابل20/18% ، کندهار 61/10% ، کاپيسا80/12% ، خوست 79/13% ، کوچيان99/15% ، کنر35/10% ، کندز62/16% ، لغمان48/10% ، لوگر51/7% ،  ننګرهار06/13% ، نيمروز66/7% ، نورستان74/13% ، پکتيا75/15% ، پکتيکا 72/16% ،  پنجشير52/9% ، پروان74/10% ، سمنګان65/27% ، سرپل16/22% ، تخار82/18% ،ارزگان 37/135 ، وردگ79/12% اوزابل75/5%) (3) . که چيري دټاکنو په بهير کي د درغليو اوبډو اخستلـو اغيزي ور زياتي کړو، نوامکان لري چي گټونکو کاندیدانوته ، دخلکو درښتيني باور رايه، په سلوکي په منځنۍ  توگه ترلسو هم ټيټه شي .  هغه ارقام چي دټاکنو دسمون گډ دفتر په انټر نيټ پاڼه کي دروان کال دتلي او لړم دمياشتو په اوږدوکي  خپاره شوی دي ، په ډاگه کوي چي دټاکنو چارواکو خپل قانوني مکلفيت ته اړينه پاملرنه نه ده کړې . دمثال په توگه د تلي د مياشتي تر (28) نيټې د ټاکنو دسمون گډ دفتر په انټرنټ پاڼه کي د راجستر شوو رايه ورکوونکوشمير(13134787) تنه خپريده . دلړم دمياشتي د(7) نيټې وروسته ، دکوچيانو دحوزې پرته ، په نورو ټولو حوزو کي جمعآ د (157451) تنو په کميدو سره (12977336) تنو ته راټيټ شو . همداراز د لړم دمياشتي په(7) نيټه دکوچيانو په حوزه کي دکارول شوورايو شمير (409644) خپور شو چي وروسته  دلړم دمياشتي په(26) نيټه د(204862) په کمولوسره (204822) ته راکښته شو. داډول اجرات دټاکنو دچارواکو د کړنوپه قانونيت باندي ، شک پيداکوي . سربيره پردې ، په ټاکنيزوحوزوکي دښځينه څوکيوداختصاصولو په اړوند دټاکنو د چارواکو اجرآت ، د قانون په وړاندي دبرابري اودقانون ديوشان پلي کولود نړيوالو اصولو سره سمون نه لري . روښانه بيلګه يې ، د فارياب ، کندز ، تخار او بدخشان په حوزو کي داستازو دټولو (9) څوکيو څخه ، ښځوته دفارياب په حوزه کي د(3) څوکيو اوپه پاتي نورو دريو حوزو کي د (2) څوکيوځانګړي کول دي .همدا شان دوردگو ، پکتيا ، خوست ، فراه ، سرپل اوجوزجان په حوزوکي ، داستازودټولو(5) څوکيوڅخه ، ښځوته دوردگوپه حوزه کي(2)څوکۍ اوپه پاتی نورو(5)حوزوکي(1)څوکي ځانګړي کړي . د ټاکنود پايلو داعلان څخه څرگنديږي چي مخکښ گتونکي کانديدان دتيرو دوه نيمو لسيزو دشخړود متقابلو دشمنو لورو جپوړي او مشهور اشخاص دي (4).هرچا ته د حيرانتيا وړ ده چي د1357 کال خخه تر1380کال  پوري دبيلا بيلو گوندونو، تنظيمونو او ډلو تر منح جرو کي تول هيواد ويجاړ او په سلونو زره انسانان ووژل شول ، خو دجري يو لوري ئي هم پړه په غاړه نه اخلي او هريو خپلي کرواړي حق اودبل ناحق بولي .دا  هيچا ته دمنلو وړ نه ده چي دداسي لويي بربادۍ اوانسان وژني مسئولين دي ټول په حق وي او همدا راز په انساني منطق جوړه نه راځي چي ملت دي دخپلي بربادۍ عاملينوته داستاريتوب واک ورکړي . په همدې اساس ويلاي شو چي  د ولسي جرگې او ولايتي شوراگانو ټاکني ، داولس د چپي خولي اکثريت د ازادي ارادې په تمثيلولوکي ،  دحقوقي ارزوني له پلوه، لاندي مطالبو ته دځانګړي پام اړوني غوښتنه کوي :  1- په دې کي شک نشته چي په اوسنۍ نړي کي ټاکني د ولسواکي نظام دجوړولو او شتون يوازيني  وسيله ده ، خو ددې وسيلې هرډول ناوړه کارونه ، نه يوازي ولسواکي خوندي کولاي نه شي ، بلکه د اولس د رښتيني ازادي ارادې سره دمخالفت په صورت کي ، شونې ده چي بې شميره ناوړه غبرگونونه وزېږوي. 2 - هيڅوک بايد په دې فکرنه وي چي دولسي جرگې اوولايتي شوراگانوپه ټاکنوکي بري به د ملت په وړا ندي چاته دتيرواعمالو دمسئوليت څخه برائت ورکړی اوياهم دوخت په تيريدوسره به ونه پوښتل شي ؛  ځکه چي لومړی خو دټاکنو په بهير کي ، دستونزو، نيمگرتياوواودرغليوموجوديت ، داولس دارادې ازادي  داسي اغيزمنه کړه چي دپايلو مشروعيت يې ډيري پوښتني پيدا کوي او ثانيآ د تيرو دوه نيمو لسيزو جنګي جرايم او بشري ضد جنايات دبخښني وړ نه دي اود زماني تير يدل يې په تعقيبولو کي اغيزه نلري .  3 - داچي د تيرو دوه نيمو لسيزو د شخړو د متخاصمو لورو يو شمير نامتو لوبغاړي د ولسي جرگې اوولايتي شوراگانود ټاکنو د پايلو بريالي مخکښان دي ، پخپله د ټاکنو مشروعيت ته ستر گواښ بلل کيږي. دهمدې کسانوترمينځ په شخړو کي ، افغانستان ويجاړاوپه سلونوزره انسانان وژل شوي دي.نوځکه دوی  ته نه ښايي چي په ټاکنو کي بری ، ملت ته خپله مننه او دخپلو تيرو متضادو کرنو حقانيت وبولي . په تيرو  دوه نيمو لسيزو کي ديو بل په وړاندي ددوی کړني ، داسي متضادي دي چي ديو منل دبل ترديد اوديو په حق بلل، پخپله دبل ناحق گڼل ثابتوي . اولس ته دمنلو وړ نه ده چي دسلونو زرو انسانانو دوژني اود ټول هيواد دويجاړولو د جګړود ټولو لورو واکمن چارواکي دي د ملت رښتينی استازيتوب ترلاسه کړي .  4 – دټاکنوپايلي افغانانوته موقع ورکوي چي خپل راتلونکی برخليک باندي ښه په ځير سره غور وکړي او همداراز نړيوالي ټولني ته دازموينو لويه ننګونه ده ، تر څود ملي شورا ددې دورې ترپايه پوري په خپلو سترگو وويني چي دازمويل شوو ازموينه ، تير وتنه ده او دتير وتنو تکرارول بيا پخپل لاس د ځان وژل دي . که د تيري پيړۍ په پای کي ، نړيوالي ټولني د جره ځپلي افغانستان څخه په مخ اړولو سره ، نه يوازي افغانستان بربادکړ، بلکي داسي زمينه يې هم برابره کړه چي نن د ترهـګرۍ په نړيوالو منګولوکي د ټول بشريت ژوند تر گواښ لاندي دي ؛ خواوس دادی يوځل بيا د بن دپريکرورا وروسته دداسي نظم اونظام په جوړولو بوخته ده ، چي عناصراوکرندود يې دعدل پرځای بې انصافي اود ثبات پرځای گډ ودي ته په لمن وهلو سره ديوې بلي افغاني غميزي اونړيوال سرخوږي زيږيدو ته لاره اواروي.  ددې ليکني په دواړو برخو کیدولسي جرگې اوولايتي شوراگانو دټاکنو په باب دوړاندي شووڅرگندونو  حقوقي ارزونه په ډاکه کوي چي افغاني دموکراسي له همدې پيل څخه دملت دازادي ارادې دتمثيل پرڅای ،  دچارواکو دغوښتنو په تپلو ولاړه ده . که دا د تقــدير لوبه وي اوکه د تدبــير نيمگرتيا ، خو په ټولو حالاتو  کي ، راتلونکو نسلونوته د بد مرغيو په ميراث پريښودل دي . دډيري خواشينۍ ځای دی چي د نړيوالي ټولني داهتمام سره ،سره د دموکراسۍ په نوم د ولسي جرگې اوولايتي شوراگانو په ټاکنو کي ، خپلسريواو فساد سازمان ورکړل شوې بڼه غوره کړه . اوس خلک فکرکوي چي يو شمير چارواکو ددوی درايوڅخه د يوې تجارتي متاع په توگه کاراخيستی دی . له همدې امله اولس ته ددموکراسۍ پيل دتوپک له حاکميت سره دبــډو او درغليو ائيتلاف بريښي . شونې ده چي دټاکنودپايلوڅخه پورتنۍ انګېرنه يو شميرکسانوته دمنني وړ نه وي ؛ خو زمانه به دپېښو رښتينی بهير پټ ونه ساتي او دهرڅه پايلي به د ملت په مخ کي نندارې ته وړاندي کړي .  (1) دافغانستان اساسی قانون، د 8 / 11 / 1384 درسمي جريدې (818)پرله پسې گڼه ، دعدليې وزارت . (2) د ټاکنوقانون، د 10 / 3 / 1384 درسمي جريدې(850)پرله پسې گڼه،دعدليې وزارت.  (3) ارقام د ټاکنو دسمون گډ دفترد ويبپاڼي د 28 / 8 / 1384 د خپرونو څخه اخستل شوي او فيصدي يې ترتيب شوی دی .  (4) دټاکنو دسمون گډ دفترپه ويبپاڼه  کي د 1384کال دلړم دمياشتي په(26) نېټه خپرې شوي پايلي. ددې ليکني د لومړۍ برخي لوستلو ته دا ځای کښېکاږی ديولړ تخنيکي ستونزو له امله ددې ليکني دلمړۍ برخي دپيل (3) او (4) جمله په خپرِِيدو کي ناسمي ليکل شوي وې، هغو کسانو که دا ليکنه مخکي له بېنوا ويبپاڼي اخستې يا کوم ځای خپره کړې وي لطفآ دي دغه څو جملې اصلاح کړي . د همدې ليکني به لومړۍ برخه کي اوس دغه جملې اصلاح شوي دي . ( د خپرنيزي څانګي له خوا ) ", د ولسي جرگي او ولايتي شوراگانودټاکنو حقوقي ارزونه 88,خالد هادي حيدري,"  وطنه زمــــــــوږ او ستا ميـــــــنه وطنه د مجــــــــــــــنون او دلــــــــيلا ده هر معـــــــــــدن دي خــــــــزانه ده هر لويشـــــــــــــــــــته دي طلا ده   هر سنګر دي کلک تر غرو دی ساتل شـــــــــــــــوی په زمرو دی هر ګل بوټــــــــــی دي ګوهر دی هر تــــــــــيږه دي کيمـــــــــــــيا ده   هر درياب دي رودٍنــــــــيل دی د فرعـــــــــون د سر قتـــيل دی هر څانــــــــــــــــــــــګه د بهار دي په سرو وينو خوشنـــــــــــــما ده   هر مرچـــــــــل دي فولادي دی هر بچــــــــــــی دي غــزنوي دی هر غاوٍر دي ابــــــــــــدالي دی هره لـــــــــــور دي زلــــــــيخا ده   هر آواز دي زلــــــــــــــــــــــزله ده هر پاڅــــــــــــــــون دي تـجله ده هره ښــــــــکلې کارنـــــــامه دي حيــــــــدري ته رهنــــــــــــــما ده   کندهار ١ / کب / ١٣٧٦ ", وطـــــــنه ! 89,حقمل," د افغانستان د ملى شورا د لنډمهالې دارالانشا په خپره شوى پاڼه کې راغلې دى چې دملى شورا د ولسى جرګې لومړنۍ غونډه دروان کال د ليندۍ د مياشتې په ٢٨ نيټه په کابل کې جوړيږي . ولسى جرګه ٢٤٩ غړى او مشرانو جرګه ١٠٢ غړى لري . ",د پارلمان لومړنۍ غونډه د ليندۍ په ٢٨ نيټه جوړيږي 90,,"   نن سهار دافغانستان ختیځ ته دلغمان په ولایت کې پخوانی امنیه قومندان او دولسي جرگې غړی جنرال عصمت الله محبت د نامعلومو وسلوالو لخوا ووژل شو. دا خبره خبري رسنیو ته دلغمان دوالي ویاند کړې. عصمت محبت د جمعیت اسلامي گوند پورې تړاو درلود او ویل کیده چې ظالم قومندان وه. نوموړي شخصي دښمني هم درلوده. ",جنرال عصمت محبت ووژل شو. 91,حقمل," د يو وسله وال بريد په ترځ کې چې نن سهار دلغمان دمهترلام دزيارت له پله سره نيږدې تر سره شوى دى د لغمان څخه ولسې جرګې ته کاميابه کانديدعصمت محب له يو ساتونکى سره وژل شوى دى . په دغه وسله وال بريد کې د وژل شوى کانديد درې تنه نور ساتونکى هم سخت ټپيان شوى دى . امنيتى چارواکو ويلى دى چې دشخصى او قومى تربګنيو او دشمنيو په پايله کې دا بده پېښه رامنځ ته شوې ده .پوليسو د پيېشې په اړوند پلټنې پيل کړى دى . ",په لغمان کې د ولسى جرګې يو غړى ووژل شو. 92,," ", 93,حقمل," د پکتيا ولايت د پوليسو يو چارواکى وويل چې پوليسو ددغه ولايت په مربوطاتو کې پرون څلور تنه له يو اندازه نيشه يى توکو سره چې په اغلب ګومان پاکستان ته يې ليږدول ونيول . له دغو کسانو څخه وسله هم لاس ته راغلې ده . ",د نيشه يى توکو څلور تنه قاچاق وړونکى نيول شوى 94,,"   نن ددیرشو تنو په شاوخوا کې دبډې اخیستنې او اداري فساد په وړاندې دمبارزې ریاست کارکونکو او څارنوالانو یوې خبري غونډې ته وویل چې غواړي له خپلو دندو لاس پر سر شي. امرالدین رحمانپور ددغه ریاست څارنپوه وویل پداسې حال کې چې دغه ریاست په نورو ادارو کې دبډو اخیستو په وړاندې مبارزه کوي خو پخپله په همدې اداره کې بډې اخیستل کیږي. نوموړي دا هم زیاته کړه چې ددغه ریاست مشر عزیزالله لودین په عین حال کې دپارلمان دلنډمهالې دارالنشاء مشري هم كوي چې داساسي قانون په خلاف ده او باید یوه اداره مخ په وړاندې بوځي. دبډې اخیستنې او اداري فساد په وړاندې دمبارزې ریاست ولسمشر کرزي په ١٣٨٢ کال کې جوړ کړ او تر دامهاله ٧٧ کارکونکي او موخه یې په ټولو دولتي ادارو کې دفساد او بډو له منځه وړل دي.  ",فساد په وړاندې دمبارزې ریاست کارکونکواستعفی ورکوي 95,حقمل," د افغانستان پلازمينه کابل نن سهار د يولسو هېوادونو دلوړپوړوچارواکو او استازو د سيمه ايزى همکارۍ دنړيوال کنفرانس کوربه دى ، چې د افغان ولسمشر حامد کرزى په رسمى وينا د بهرنيو چارو وزارت په تالار کې پيل شو . په دغه دوه ورځنى کنفرانس کې د افغانستان د شپږو ګاونډيو هېوادونو په شمول د هندوستان ،متحده عربى امارت، نرکيه ، قرغزستان او قزاقستان هېوادونو او دسيمه ايزو اقتصادى سازمانونو يو شمير استازى برخه لري . کنفرانس ترسختو امنيتې تدابيرو لاندى چې د کابل يو شمير واټونه دترافيکو پر مخ تړل شوى دى جوړيږي . په نننى غونډه کې دنيږدې همکاريو ژمنه شوې ده . په کنفرانس کې د افغانستان په بيارغاونه کې د ګاونډيو او سيمه ايزو هېوادونو دونډې پراختيا، او په سيمه کې د انرژى ، لويو لارو ، ترانسپورت او نورو سوداګريزو او اقتصادى اړيکو د پراختيا او ودې په هکله خبرې کيږى او ولس مشر کرزى له برخه والو څخه وغوښتل چې افغانستان ته په اقتصادى سترګه وګورى او افغانستان داقتصادى ودى او پراختيا په لاره کې ددوى په وړاندې اسانتياوې برابروى . ",په کابل کې د سيمه ايزې همکارۍ اقتصادى کنفرانس 96,," دڅلورو بجو په شاو اوخوا کې د کندهار ښار د پنځمې ناحيې په اړوند سيمه کې يو ځان مرګۍ بريد شوى دى . بريد هغه وخت شوى دى چې په کندهار کې د ( پي ار ټي ) يو شمير گاډي له دغې سيمې څخه د تيريدو په حال کې وو . د عينى شاهدانو له خولى په دغه بريد کې ٣ تنه ملکى وګړى ټپيان شوى دى او دپى ار ټى موټرو ته هم زيان رسيدلى دى . سيمه د امنيتى چارواکو له خوا تړل شوې ده او د کندهار د پوليسو يو چارواکى وويل دوى نه پوهيږى چې په دغه بريد کې څومره مرګ او ژوبله شوې ده . ده وويل په دغه برخه کې پلټنې او تحقيقات روان دى ، چې وروسته به څرګند شي . هغه کس چې دغه بريد يې تر سره کړى دى په دغه بريد کې وژل شوى دى . په وروستى رپوټ کې ويل شوى چې په دغه پېښه کې يو ملکى کس هم وژل شوى دى . ",په کندهار کې ځان مرګۍ بريد شوى دى . 97,," په ډیرې خواشینۍ سره یادونه کوو چې د ډاکټر عبدالصمد ملکزی، ډاکټر محمد فرید بزګر، محمد طارق بزګر او الحاج محمد اشرف باتور پلار ارواښاد «الحاج عبدالقیوم بزګر» پرون په پیښور کې د ماخستن د لمانځه پر مهال د د ې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې. اناالله و انا الیه راجعون د ارواښاد جنازه نن په خپله پلرنۍ هدیره کې د زرګونو هیوادوالو په اوښکو او دوعاګانو په باران کې خارو ته ورسپارل شو. ارواښاد الحاج عبدالقیوم بزګر د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ د چهارقلعه د کلی په یوه مخوره، منوره او دینداره کورنۍ کې د ۱۳۱۵ کال د مرغومی (جدي) په میاشت کې دې نړې ته سترګې پرانستې.د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځی فارغ التحصیل او دولتی مختلفو څوکیو کې په کار کولو سره یې خپل ولس ته د خپل وس او توان په اندازه د خدمت مصدر ګرځیدلی دی.ارواښاد څلور زامن او څلور لوڼې لري. روح دې ښاده او فردوس جنت دې په برخه وي. په ناروې، پیښور، او کابل کې به د فاتحې د مراسمو وختونه وروسته د دوستانو د خبرتیا له پاره اعلان شی ",الحاج عبدالقیوم بزګر ومړ 98,," ", 99, عبدالله احسان - هالنډ," د سويډن د مالمو په ښار کي د دوستۍ فرهنګي ټولني له خوا د ۲۰۰۵ زېږديز کال د ډسمبر د مياشتي پر درېمه نېټه د شنبې په ورځ د علامه رشاد بابا ( رح ) تلين په داسي حال کي ونمانځل شو چي د جرمني ، بلجيم ، هالنډ ، فنلنډ ، ناروې ، او سويډن څو ښارو نو څخه ددوه سوه کسانو عبدالله احسان - هالنډ د سويډن د مالمو په ښار کي د دوستۍ فرهنګي ټولني له خوا د ۲۰۰۵ زېږديز کال د ډسمبر د مياشتي پر درېمه نېټه د شنبې په ورځ د علامه رشاد بابا ( رح ) لومړۍ تلين په داسي حال کي ونمانځل شو چي د جرمني ، بلجيم ، هالنډ ، فنلنډ ، ناروې ، او سويډن څو ښارو نو څخه تردوه سوزياتو کسانو دفرهنگې ټولنو مشرانو ، استازو ،فرهنگپالو، ليکوالو ، شاعرانو او د علامه رشابابا ( رح ) مينه والو ګډون درلود .  غونډه د ماسپښين پر درې نيمي بجې د قرآن کريم د څو مبارکو ايتوپه تلاوت پيل شوه ؛دغونډي کار پداسي حال کښي چي دمحترم عاشق الله غريب لخوا پر مخ بيول کېده د څلوېښتو دقيقو له پاره د علامه رشاد بابا په اړه يو ويډيويي فلم چي د هغه د وينا يوه برخه ، او ورپسې په 2005ز کال ددسمبر په مياشت کښي د هغه تر مړيني وروسرته د کابل دښار دڅلور سوه بستريز روغتون څخه دجنازي مراسم تر کندهاره، غونډي او ځيني نوري برخي د پردې پر مخ وښودل شوې .  غونډه په سوېډن کي د دوستۍ فرهنګي ټولني مشر ښاغلي حبيب الله غمخور لخوا په خپله پرانستونکې وينا سره دغونډي ټولو برخه والوته دهرکلی او ښه راغلاست په وينا سره پيل شوه . او ورسره سم د علامه رشاد بابا ( رح ) د لمړي تلين په اړه د نړۍ د بېلابېلو هيوادونو څخه د فرهنګي ټولنواو فرهنګپال له خواڅو رالېږل سوي پيغامونه ولوستل شوه ،دبيلگې په توگه په سويډن کې دعلامه رشاد دلومړي تلين په مناسبت غونډي ته له هلمند،غزني ،زابل ،ننگرهار او هيواد په دننه او تر هغه بيرون ده يوشمير فرهنگې ټولنو اوفرهنگې شخصيتونو څخهتر لاسه شويو پيغامونو او دهمدردۍ ليکونو لنډيز ولوستل شو. دغونډي په دريمه او اساسي برخۀ کښي زموږ دهيواد دمشهور ليکوال ، شاعر او اديب ښاغلي ډاکټر اکرم عثمان لخوادپوهاند رشاد دژوند او برخورد په اړوند مفسله مقاله ولوستل شوه ، ورپسې د سويډن دمالمو د ښاراو هيلې دناحي دفرهنگي او کلتوري اړيکو په استازيتوب محترم اسلامالوگ حسين سدايوخبري وکړې ،تر هغه وروسته د کابل پوهنتون د لرغونپوهني د څانګي پخواني استاد تاريخپوه ښاغلي پوهنوال رسول باوري لخوا دنړيوال په افکارو کښي د علامه رشادبابا دڅو خاطروبيان د غونډي برخه والو ته واوروۍ .  په غونډه کښي د سويډن د پارلمان وکيل ښاغلي(( لوسيانو استوديلو))هم درلوده ،نوموړي د خپلو خبرو په يوه برخه کي وويل : رشاد هغه څوک و چي خپل ټول ژوند يې د پوهي ، دموکراسۍ اوټولنيز عدالت په لاره کي وقف کړ ، هيله لرم چي نوی افغان نسل د علامه رشاد بابا ( رح ) کارنامې او کړني د خپل ژوند ډېوهاو رهنمود وګرځوي . . . تر څو په افغانستان کښي يوه پر مختللې عادلانه ټولنې دۍوړيدو لپاره لار خلاصه شي .  ورپسې تاريخ پوه او پيژندل سويي ليکوال ښاغلي کانديد اکاډيمسين عظم سيستاني خپله ليکل سوې مقاله ولوسته ،تر هغه وروسته په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګې او په جرمني کي د افغانستان د کلتوري ودي ټولني مشر ليکوال ، کره کتونکي او څېړونکي ښاغلي زرين انځور د فاضل استاد علامه رشاد بابا ( رح ) په هکله ليکل شوې مقاله واوروله اوپه راتلونکو څو اوونيو کي يې د (د کندهار يادښتونه *) په نوم د علامه رشاد بابا د اثر دچاپ ژمنه وکړه ، ورپسې ليکوالي اغلي نجيبې سارا بياباني خپل پيغام ولوست ، او بيا ښاغلي حکمت الله حکمت د کاناډا څخه د پروفيسور خالق رشيد رالېږل شوې مقالي لنډيز د غونډي برخه والو ته ولوست،همدا شان د ښاغلي قتيل خوږياني رالېږل شوې مقاله د ښاغلي احمد ګل اندړ له خواولوستل شوه .  ور پسې د افغانستان د راډيو او تلويزيون وياند، ليکوال او ژورناليست ښاغلي يوسف هيواددوست خپله مقاله ولوسته ؛او ورپسې په بلجيم کي د افغانانو د پوهاوي ، مرستي او پيوستون ټولني پيغام د همهغي ټولني د مشر ښاغلي نجيب احمدزي له خوا ولوستل شو .  ښاغلي صالحزاده چي د فنلنډ د هيواد څخه يې تشريف راوړی و دعلامه رشاد بابا د ژوند او اثارو په هکله وينا وکړه . او د غونډي دعلمي برخي په پای کښي ښاغلي ډاکټر طارق رشاد د ځان او علامه رشاد بابا ( رح ) دکورنۍدټولو غړو په استازيتوب په سويډن کي د دوستۍ فرهنګي ټولني د مشرتابه او غړو ، په غونډه کي له ويناوالو او ټولو برخه والو څخه د زړه له کومي مننه وکړه .  تر تفرېح او ډوډۍ خوړلو وروسته د مالمو د ښځو د شورا له خوا د علامه رشاد بابا ( رح )لومړي تلين د غونډي د جوړپه مناسبت دجوړسوې نندارتون دمختلفو برخو ننداره وشوه . دغونډی په ورستيو شيبوکښي له هيوادنه بهر دمختلفوشاعرانوپه گډون مشاعره پيل شوه . مشاعره د اغلي عادلې رحمت زۍ له خوا پرمخ بېول کېده .  په دغه په زړه پوري مشاعره کښي دغو درنواغلو او ښاغلو شاعرانو خپل شعرونه وويل :  له ناروي نه راغلې گرانه خور اغلې نجيبه سارا بياباني ،له بلجيمنه نه حاجي امين باوري ،له سويډن نه مدينه حکمت ، له ډنمارک نه مشهور شاعرصديق ننګ ،په مالمو کې ابسېدونکې انوريه شبګيريار،له ډنمارک نه اغلې ميلمني فيضيه هوسا ،اغلي عزيزې سخي، ښاغلي عبدالباقي تلاښ ، ښاغلي سلام اندړ ،اغلې مسکا اندړ ، ښاغلي ډګروال فاروق او يو شمېر نورو دوستانو لخوا برابر شوي شعرونه وړاندي شول .  غونډه د شپې پر يوولس نيمو بجو د ښاغلي حبيب الله غمخور له خوا د ټولو برخه والو څخه په منني او د علامه رشاد بابا ( رح ) روح ته په دعا سره پای ته ورسېده .  *د علامه رشاد بابا( رح ) د کندهار يادښتونه د ښاغلي محمد معصوم هوتک له خوا په دوو ټوکو چاپ ته چمتو شوي او د علامه رشاد بابا ( رح ) لومړي تلين ته به له چاپه راووزي . د کندهار يادښتونه لومړی ټوک له سريزي او لړليک پرته ۲۰۸ مخونه او دوهم ټوک له لړليک پرته ۲۳۷ مخونه لري . د دواړو ټوکو د کمپيوټر چاري ښاغلي محمدمعصوم هوتک په خپل لاس سرته رسولی دی .. د عکسونوله رالېږونکي ځوان شاعر ښاغلي ( هيواد شېرزاد) څخه ډېره مننه دانځورونه د ليدو لپاره په انځور کليک وکړې ",په سويډن کي د علامه رشاد بابا ( رح ) تلين ونمانځل شو 100,حقمل," د امريکايې فوځونو په خپره شوې پاڼه کې راغلى ،چې ددوى د ځواکونو دوو چورلکو پرون د کندهار په شمال او د ارزګان ولايت د عملياتو په لومړۍ ليکه کې بيړنۍ ناستې کړې دي چې په کې پنځه تنه امريکايى سرتيرى او يو افغان سرتيرى ټپيان شوى دى . په کندهار کې ناستې الوتکې ته ډير زيان رسيدلى دى .له بلې خوا د طالب اورپکو يو وياند ويلى دى چې ددوى افرادو دامريکايانو يوه الوتکه په کندهار کې په توغندى ويشتلى ، چې په کې ټولې سپرلۍ يې وژلې دي . ", ددوو امريکايى چورلکو بيړنۍ ناسته . 101,," د چورلکو په ملاتړ په هغو عملياتو کې چې د بدخشان په ولايت کې د ملى اردو او اييتلافى ځواکونو له خوا ترسره شوى دى ، د هيروينو دوې کارخانى ويجاړې شوى دى . په دغو ګډو عملياتو کې د کارخانو دوه تنه خاوندان له يو اندزه نيشه يى توکو او وسلى سره نيول شوى دى . له بل لورى د بدخشان ولايت مرستيال په فيض اباد کې د اييتلافى ځواکونو او ملى اردو له لورى د کورنو دتلاشى په هکله انديښنه او خفګان ښودلۍ او وايى چې ددوى له اجازې پرته يې په دغه کار لاس پورې کړى دى . ",په بدخشان کې د هيروينو دکارخانو ويجاړول . 102,حقمل," افغان ميرمنې انيسې ګيلاتې پرون د وردوګو ولايت د جغتو ولسوالى د غازى محمد جان خان او ګربت دليسو سره د ٢٠ کمپيوټرو مرسته وکړه. راټول شويو زده کوونکو ، ښوونکو او د سيمې يو شمير مخورو او سپين ژيرو ته په وينا کې انيسې ګيلانى وويل : د هېواد ديو شمير ښوونځيو له پاره د دا ډول اوږد مهالو مرستو پروګرام له ځان سره لرم او ډير ژر به د وردګو ولايت له يو شمير نورو ښوونځيو سره هم د کمپيوټر مرستې وشى . سيمه ايزو اسيدونکو د دغې ميرمنې له مرستې څخه مننه وکړه او له نورو سوداګرو اوشتمنو څخه يې غوښتنه وکړه چې دزده کړې د ښه والى لپاره دا ډول مرستې وکړي . د ٢٠ کمپيوټرو بيه څه کم لس زره ډالر اټکل شوې ده . ",ښوونځيو سره د يوې افغان ميرمنې د کمپيوټر مرسته 103,," د افغان ولسمر حامد کرزى له خوا د مشرانو جرګې د ٣٤ انتصابى غړو لست بشپړ شوى دى . دټاکنو د خپلواک کميسيمون مشر بسم الله بسمل وايى چې پرون دغه لست دوى ته رسيدلى دى . مشرانو جرګه ١٠٢ تنه غړى لري . ",دمشرانو جرګې د انتصابي غړو لست بشپړ شو 104,,"   نن دائتلافي ځواکونو له لورې په خپرې شوې خبر پاڼه کې راغلي چې تیره ورځ ددغو ځواکونو درې سرتیري په دایچوپان کې دځای پر ځای شويو چاودیدونکو موادو دچاودنې په ترڅ کې ټپیان شوي. خبر پاڼه وایي سیمې ته ددغو ځواکونو یو کاروان روان وه چې چاودیدونکي مواد پر وچاودیدل. او دټپیي شویو سرتیرو روغتیایي حالت ښه ښودل شوی. ",درې امریکایي سرتیري په دای چوپان کې ټپیان شوي. 105,,"    نن دائتلافي ځواکونو ویاند لیورینت فاکس خبریالانو ته وویل چې تیره ورځ ددغو ځواکونو دوه چورلکې چې په ارزگان کې یې بیړنۍ ناستې کړې وې طالبانو ویشتې وې. نوموړي داهم وویل چې یوه چورلکه له منځه تللې او بله چورلکه داستفادې وړ ده. نوموړي دطالب ویاند دا خبره چې په چورلکه کې ناست سرتیري ټول وژل شوي رد کړه او دشپږو سرتیرو دټپي کیدو خبره یې وکړه. په ارزگان کې تل دغه ځواکونه تر بریدونو لاندې راځي.   ",دائتلافي ځواکونو چورلکې پرون طالبانو ویشتي. 106,حنان حبيبزى," حنان حبيبزى  د بې پرې خبريالى لومړنى ار ( اصل ) دادى چې د خبريال كار ددولتي چارواكو له لاسوهنې څخه خوندي وي . دا خونديتوب څوك رامنځته كوي ؟ دولت ، خبريال كه د خبريالانو د دفاع ټولنې ؟  د ډيرو په ګومان ښايي دولت ددې دنده په غاړه ولري چې د هغه قانون په پلي كولو كې له خبريالانو سره مرسته وكړي چې د رسنيو او وينا د ازادۍ په نامه يې منلى او خپور كړى دى .  دولتونه په ظاهره دا سې ښيي چې دوى د ولسواكۍ له نامه ټوليزو رسنيو ته هم دا واك وركوي چې د هغوى پر كارونو نېوكې وكړي او هغه څه رابرسېره كړي چې د چارواكو ناوړه او ناقانونه عمل بلل كيږي خو د خبريالانو ټولنې په دې باور دي چې دولتونه قوانين يوازې د كاغذ پر مخ ليكي خو عملي كوي يې نه . دوى د ډېرو خبريالانو بيلګې لري چې په ځانګړو شرايطو كې د خپل ليكلي رپورټ ( خبر ) له خپراوي وروسته ګواښل شوي ، وهل شوي او ان په زندانونو كې اچول شوي دي .  كه مونږ په خپل هيواد افغانستان كې د بې پرې خبريالۍ اړخونه وڅيړو نو د رسنيو له بېلا بيلو ډولونو سره مخامخيږو .  لومړى : دولتي رسنۍ :  په زياتو ولايتونو كې ددې ډول رسنيو خبريالان د ځاى چارواكو د مخامخ فشار او ګواښونو لاندې دي . دوى هغه څه نه شې ليكلى چې د ځاى چارواكو د خوښې عمل و نه بلل شي او يا يې بايد د يوې رسنۍ په توګه وليكي . يا له سره څوك د دولتي رسنيو خبريالانو ته دا واك نه وركوي چې هغه څه خپاره كړي چې په نړيوالو رسنيو كې ورته ( خبر ) وايي . مانا دا ډول خپرونې تر ډيره د دولتي چارواكو په ستاينه خپلې پاڼې يا پروګرامونه ډكوي . خو په هغو دولتي رسنيو كې چې د افغانستان په پلازمېنې كابل كې خپرونې كوي ورځ په ورځ د مثبت پرمختګ څرك ليدل كيږي . ځكه هلته د دولتي رسنيو خبريالان تر ډيره د چارواكو تر تر فشار لاندې نه دي . خبريالان هم هڅه كوي چې مسلكي چلند وكړي او هغه ارونه د كار پر وخت په پام كې ونيسي چې د يو مسلكي او ناپېيلي خبريال د كار په پايله كې ليدل كيږي . نو ځكه د كابل په دولتي ورځپاڼو او نورو هغه كې د پام وړ بدلون رامنځته شوى دى .  دوم : ګونديزې رسنۍ :  ګونديزې رسنۍ د هغه چا په وړاندې مقالې خپروي چې له ګوند سره يې ناسم اړيكي ولري .  د ورځپاڼې يا اونېزې زياته برخه يې د خپلو ګونديزو احساساتو د څرګندونې لپاره ځانګړې شوي وي . ددې ډول خپرنيو خبريالان يا كار كونكي هم اړ دي چې د يو ځانګړي چوكاټ په لړ كې خپل كارونه پر مخ بوځي . ښايي د دولت د سيالو ( اپوزيشن ) ګوندونو پورې اړوندو رسنيو هڅه دا وي چې خپل خبريالان دې ته وهڅوي چې د دولت پر كارونو نېوكې وكړي . كېدى شي ددا ډول ځنې رسنيو كار د خبريالۍ له ارونو سره برابر وي . په خپلو راپورونو كې يې هغه ناقانونه كارونه په ناپېيلي توګه بربنډ كړي وي چې په دولتي ادارو كې روان دي . خو ددې رسنيو په كتار كې هم يو شمېر هغه شته دي چې چارو ته په منصفانه او مسلكي ډول كتنه نه كوي . ډير داسې توكي خپروي چې د خبريالۍ له مسلكي ارونو سره سر نه خوري .  دريم : ناپيېلې رسنۍ :  د انسانانو كارونه له تېروتنې خالي نه وي ، ارومرو په ورځيني كار كې داسې يو خوزښت يا حركت ترې كيږي چې قصدي نه وي ،دا خبره مې په دې پورې وكړه چې هغه ورځپاڼې ، راډيو ګانې يا ټلويزوني چينلونه چې ځانونه ناپييلي بولي هم يې د رپورټ وركولو بڼه سل په سلو كې د بې پرې خبريالۍ له ارونو سره ښايي برابره نه وي او تېروتنې ولري .خو تر ډيره بريده په كې هڅه كيږي چې ناپېيلى چلند وكړي . دا خبره هم د يادونې وړ ده چې د افغانستان د رسنيو دا پوړ د وينا د خپلواكۍ ارونو ته په پام سره ډيرې ښې پر مخ روانې دي . په دې لړ كې د لسګونو ورځپاڼو او مهالنيو تر څنګ د دوه داسې ټلويزوني كانالونو ( اريانا او طلوع ) او د يو شمېر ايف ايم راډيو ګانو يادونه اړينه بولم چې د افغانستان په زياتو لويو ښارونو كې د لېدو او اورېدو وړ دي . دې رسنيو د وينا د ازادۍ په پرمختګ كې ډير ستر رول له تېرو دوه كلنو راهيسې لوبولى دى . تر ډيره بريده يې  خبريالان په دې مكلف ګڼل كيږي چې مسلكي ځان وښيي . د راپور وركولو بڼه يې تر ډيره د خبريالۍ له نوي سيسټم سره سر خوري . خو ځنې خبريالان داسې هم په كې شته چې له داسې يوې موضوع څخه به راپور جوړوي چې هغه هيڅ د خپريدو وړ نه وي يا له سره خبري ارزښت نه لري . دا هغه څه دي چې د وخت په تېريدو سره په كې پرمختګ راځي .  څلورم : نړيوالې رسنۍ :  دبي بي سي ، ازادۍ او امريكا غږ راډيو ګانې په كې زياتې مشهورې دي . ددې سره سره چې ددغو راډ يو ګانو خبريالان له امنيتي پلوه خوندي نه دي او كله نا كله په مستقيم او غير مستقيم ډول ګواښل كيږي . داسې ډيرې بيلګې شته . د نړيوالو راډيو ګانو خبريالان د ځنې وسله والو كسانو له خوا ګواښل شوي دي . تعقيب شوي دي . د ټليفون له لارې ورته د مرګ ګواښونه شوي دي. دغو ستونزمنو امنتي شرايطو ته په پام سره ددې راډيو ګانو خبريالان هڅه كوي چې تر وروستي بريده بې پرې رپورټ وركړي او همدا لامل دى چې خلك دا راډيو ګانې اوروي .داسې به ډير لږ پيښ شوي وي چې په تېروتنې سره ځنې نابشپړ راپورونه چې د يوې مسلې د ګردو خواو غبرګون په كې نه وي خپور شوى وي .خود نړيوالو رسنيو په كتار كې بي بي سي هغه راډيو ده چې د تېرو څو لسيزو راهيسې په پښتو او دري ژبو خپرونې كوي . د يو كال راهيسې يې پر اوزبكي ژبه هم خپرونې پيل كړي دي .خو په ټوليز ډول بي بي سي په كلكه له خپلو خبريالانو څخه د رپورټ وركولو او مركو پر وخت د ناپيېلي چلند او د عينيت غو ښنته كوي او لږ ه بې پروايي يې د منصفانه كار پايلو ته زيان اړوي . د بي بي سي په اند د ناندريزو مسلو ، بحثونو او څرګندونو رپورټونه بايد د يادو شو چارو ټول اړخونه جوت كړي . بي بي سي خپله ونډه په دې كې ويني چې د يوې ناندرۍ د بيلا بيلو اړخونو څرګنديدو ته اجازه وركړي  خو نه ځان په كې ښكيلوي او نه هم د كوم ځانګړي نظر ملاتړ كوي .  څرنګه چې د بي بي سي له خبريالانو د بشپړ مسلكي چلند غوښتنه كيږي نو خبريالان يې د كار پر وخت خپل شخصي غچ پسې نه ګرځي او نه هم د خپلې خوښې كسانو يا شيانو پسې . د بل چا د شخصي ګټو پالنه هم بې پرې او د مسلكي خبريال كار تر پوښتنې لاندې راولي . انډول ( تعادل ) د ناندريزو مسايلو په څرګندولو كې ډير اړين دى چې د يوې مسلې د دواړو اړخونو څرګندونې رانغاړي او داسې ډير ې نورې بيلګې چې د اوريدونكو تر منځ يې د بي بي سي ناپيېلتوب اود بې پرېوالي شهرت زيات كړى دى . پايله : كله چې مونږ ځان ته بې پرې كسان وايو او نه غواړو چې په كار كې مو د چارواكو يا د زور د خاوندانو لاسوهنه وشي . دا مونږ پورې اړه لري چې خپل راپور داسې برابر كړو چې د دولتي چارواكو او د زور د خاوندانو له لاسوهنې خوندي وي . په ځنې بيړنيو او جګړيزو حالاتو كې بيا توپير لري ، په دې وخت كې بايد ډير دقت وشي او هغه څه چې پخلى يې نه وي شوي بايد په راپوركې ونه كارول شي مانا د يوې جګړې په اړوند يا د يوې پېښې په اړوند بايد اټكل ونشي . بايد ځان ډاډه كړئ چې د جګړې په اړوند لاسته درغلي توكي كره دي . په عادي حالاتو كې هم كېدى شي چې مسايل داسې رابربنډ كړو چې د ګردو ښكيلو اړخونو غبرګون په خپل راپور كې ولرو . د راپور د ليكلو پر وخت له شخصي نظر له څرګندولو څخه ډډه وكړو او حقايق په ډاګه كړو . په داسې يو راپور كې د خبريال بې پرې والى روښانه كيږي . كه څه هم مهم خبرونه په هر ه ټولنه كې توپېر كوي ، هغه خبريال چې د يوې موضوع په اړوند راپور وركوي كوم ټكي بايد په خپل راپور كې راونغاړي دا توپير كوي او يا د خبرونو تنظيمونكى كوم خبرونه مخكې خپاره كړي او كوم وروسته . خو په هر حال كې دقت او بېپرېوالى ډير اړين دى .كه د يوې رسنۍ خبرونه د بې پرېوالي پر بنسټ خپريږي په ټولنه كې د هغې رسنۍ شهرت زياتيږي ، لوستونكي ، اوريدونكي يا يې لېدونكي ډيريږي . ", ناپېيلى ژورناليزم 107,حقمل," په يوه خپره شوې پاڼه کې راغلى چې دامريکا يې ځواکونو درې تنه سرتيرى پرون د زابل ولايت د داى چوپان په ولسوالۍ کې د سړک له خوا سره د يو ماين د چاودنې له کبله ټپيان شوى دى . ددغو ټپيانو روغتيايې حالت ښه بلل شوى دى . ",درې امريکايى عسکر په زابل کې ټپيان شوى دى . 108,," حج ته د تلونکو افغانانو لومړى الوتنه نن د کابل هوايى ډګر څخه د سعودى عربستان د جدى ښارپه لورې ترسره شوه . د حج د سمبالونکو د چارو يو چارواکى وويل چې هره ورځ به دوې الوتنې تر سره شي . ټاکل شوې ده په روان کال کې ٢٥زره افغانان حج ته لاړ شى . تير کال افغان حاجيانو د حج د اداکولو په مراسمو کې ډيرې ستوزې درلودى او ډيرې درغلى شوې وې . ",حج ته د تلونکو افغانانولومړى ډله روانه شوه . 109,حقمل," د ننګرهار ولايت امنيتى چارواکو منلې چې نن سهار د ( انترنيشنل ريلف ) د موسسې يو موټر له ماين سره ، چې د لرى څخه د ريموټ کنترول په ذريعه يې څارنه کيدله ولګيد . د چارواکو پر وينا د موټر سپرليو ته زيان نه دى رسيدلى او دپېښې په تور تر اوسه څوک نه دى نيول شوى .ددغه موسسې زياتره کارکوونکى د هندوستان دى . ",په ننګرهار کې يو موټر له ماين سره لګيدلى 110,," د عراق پوليسو خبر ورکړى دى چې نن يو فرانسوى انجينير د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوى دى .فرانسوى چارواکو ددې خبر په هکله تر اوسه څه نه دى ويلى . تيره اونۍ هم په عراق د يوې جرمنى ښځې په شمول څلور تنه نور بهرنيان تښتول شوى دى . ",په عراق کې يو فرانسوى تښتول شوى . 111,حقمل," د زابل ولايت وياند منلې چې نن د ملى اردو درې سرتيرى ددغه ولايت د داچوپان ولسوالى د لړزا په سيمه کې د يوې چاودتې له کبله ټپيان شوى دى . ټپيان روغتون ته ليږدول شوى چې روغتيايى حالت يې د ډاډ وړ بلل شوى دى . پيشه هغه وخت رامنځ ته شوې ، چې د ملى اردو يو موټر له ماين سره ولګيد . ",ددولت درې سرتيرى په زابل کې تپيان شوى دى . 112,,"  -١الحاج سید عبدالاحمد ( بلبل، نور بابا) پلار ٢-  ډاکتر سید نصیر احمد، فارمسيست سید نور احمد، انجینیر سید شېر احمد، اقتصاد پوه سید خلیل احمد، انجینیر سید شفیق احمد او اقتصاد پوه سید حسیب احمد، ورونه  -٣متقاعد ډګروال سید محمد عمر، نیکه -٤ برید جنرال سيد عزیز احمد د کورنیوچارووزارت افسر، تره  -٥ متقاعد ډګروال سید محمد عارف، انجینیرسید محمد انور او انجینیر سیدمحمد اعظم، ماما ګان  د سید مجیب احمد د مړینې له کبله چې جنازه یې په کابل کې خاورو ته سپارل شوې ده، دوستانو ته خبر ورکول کېږي چې فاتحه یې د اوترېخت په ښار کې د ترکانو په مسجد کې د شنبې په ورځ د دسمبر په لسمه نېټه د ماسپښين له دوه نيمو بجو څخه تر څلورنیمو بجو پورې اخستل کېږي! د اړیکو لپاره تليفونونه: 0627187018 0302615748 0629355648 د جومات پته: Utrecht ULU Moskee Kanaalstraat 36 3561CK Utrecht جومات  د اوتريخت (Utrecht)  ښار د اورګاډي ستېشن ته نږدې د ترکانو د بازار په پیل کې موقعیت لري!   دارواښاد سيدمجيب احمدژوند ليک سید مجيب احمد د سید عبدالاحمد زوی، د سید عبدالواحد لمسی، د سید نور محمد کړوسی او د سید شېر محمد کودی دی، چې د ١٣٥٩ ل ل کال د سلواغې د میاشتې په شپږويشتمه نېټه د جوزجان ولایت د شبرغان په ښار کې زېږېدلی دی او د ١٣٨٤ ل ل کال د کوچني مبارک اختر په لومړۍ ورځ د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ د کفتر خانې په سیمه کې د ګاډي د اوښتلو له کبله په حق ورسېد٠   ( انالله و انا الیه راجعون) مرحوم سید مجيب احمد د افغاني دودونو سره سم لومړی د بغدادي قاعدې په زده کړې په کور کې پیل وکړ او په ١٣٦٥ ل ل کال د شبرغان ښار د ابن یمین په ښوونځي کې شامل شو، د ژوند د ناخوالو له امله یې ښوونځي لوستل هلته سر ته  ونه رسېدل او د زده کړې د پرمخوړلو لپاره د پېښور ښار ته کډه شو، چې د پېښور په ښار کې یې د ښوونځي تر څنګ د کمپیوټر او انګرېزي ژبې زده کړو ته هم اوږه ورکړه او په پوره بریاليتوب سره یې د ښو پاييلو تر لاسه کولو سره ښوونځی، انګرېزي ژبه  او د کمپیوټر مسلکي زده کړې پای ته ورسولې چې بلاخره د کمپیوټر او انګرېزي ژبې د ښوونکي په توګه  وګمارل شو٠ سید مجيب احمد همدا ډول د ګڼشمېر دیني کتابونو زده کړه له پلار څخه تر لاسه کړې وه٠ په ګران هېواد کې د بدلون سره سم په ٢٠٠١ م کال کې هېواد ته ستون شو او په یوه غیر دولتي پولندۍ موسسه کې د کمپیوټر، اداري چارو او پلان جوړونې دنده پر غاړه واخیسته چې په هېواد کې د ښوونځیو جوړول او د ښوونې او روزنې په  نورو برخو کې په کار بوخت وؤ٠ سيد مجیب احمد د دغو دندو تر څنګ د کانکور د ازموېنې تر سره کولو وروسته د ښوونې او روزنې شپې پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې د لومړي کال پوهنپال هم وؤ٠  د پولندۍ موسسې کارونه د افغانستان په ټولو ولایتونو او لرې پرتو سيمو کې فعاله وؤ او مرحوم سید مجیب احمد د زړه له تله د هېواد په بیا رغاونه او د هېواد د بچیانو د خدمت لپاره ملا تړلې وه او دې لاره کې یې نه ستړیکېدونکی زیار ګاللی دی٠ د کارونو د ښه سمبالښت لپاره د هېواد بېلابېلو سيمو ته تللی او د ښوونځیو لپاره یې د سيمې حالات پخپله څېړل او همدا ډول یې د ښوونې او روزنې د رغښت د لا ښه والي لپاره د جاپان هېواد په رسمي غوښتنه هغه هېواد ته سفر هم کړی وؤ٠  د سید مجیب احمد په غوښتنه او پلان جوړونې د نوموړې پولندۍ موسسې پخوانیو کار کوونکو چې له خپلې دندې وروسته خپل هېواد ته ستانه شوي دي: افغان هېواد کې یې د ښوونځیو د جوړولو تر څنګ په ښوونځیو کې د څښاک د اوبو د ستونځو د لیرې کولو لپاره یې د ژورو څاګانو د جوړولو په منظور د سلو زرو ډالرو په کچه مرستې راغونډې کړې دي چې هغه پیسې د نوموړو پولندي اشخاصو لخوا په جوړ شوي بانکي حساب کې پرتې دي او د سید مجیب احمد پلان هغوی ته سپارل شوی دی٠  هيله ده چې د سید مجیب احمد د ښوونې او روزنې د بیا رغاونې او په ښوونځیو کې د څښاک د اوبو د ستونځو دا لوړه هیله چې د هېواد د بچیانو د ستونځو د حل کولو لپاره تر سره کېدله، تر سره شي٠  کله چې سید مجیب احمد په ٢٠٠١ م کال کې هېواد ته راستون شو، نو د افغانستان جمهوري ریاست د مشاورینو لخوا ده ته د کمپیوټري چارو د ریاست د دندې وړانديز شوی وؤ، خو سید مجیب احمد دغه دنده و نه منله او داسې به یې ویل:  په هېواد کې د ډېرو زیاتو ناخوالو له کبله ما ونشوی کولی چې ښوونځی په خپل هېواد کې پای ته ورسوم، نو ځکه زه ټولې هلې ځلې د ښوونې او روزنې په برخه کې کوم چې تر څو د هېواد ټول بچیان په دې وتوانېږي چې ښوونځی په خپل ټاټوبي او خپل هېواد کې پای ته ورسوي او له پوهې برخمن شي٠  مرحوم سید مجیب احمد د پاک زړه، صاف نیت او لوړ همت څښتن وؤ٠ پاک رب دې په ورحمېږي٠ پاک الله دې یې غرق رحمت کړي او جنتونه دې یې په برخه کړي!      ", د فاتحې خبرتيا 113,," ۵ - ډسمبر ۲۰۰۵ ( هرڅه تلونکي او پاني دي ، پرته دالله پاک له ذات نه )   په ډېرې خواشينۍ سره خبر شوو چې دګران  ،رنځيدلي او کړ يدلي هيواد رښتيني اوسپېڅلي خدمتګار الحاج عبدالقيوم بزګر هم د تل له پاره له دې نيګړې نړۍ سترګې پټې کړې٠   دخښي کلتوري ټولنې غړي په د غه دروند او نه هېرېدونکي  وير کې ځانونه ګډ او ويرجن بولي ،اروا ښاد ته د  بخښونکي  څښتن تعلی  له درباره د بخښنې اوجنت  غوښتنې اوهيلو تر څنګ  د خدای بخښلي درنې،لوې،علمي او فرهنګي کورنۍ ته  د زغم او نعمه البدل دعاګوو هم دي٠   په خورا خواخوږۍ   د خښي کلتوري ټولنې له خوا   ",دخښي کلتوري ټولني د خواخوږۍ پيغام 114,," محمدحسن حقيار - کابل   دادى نږدې کال پوره شول چې دافغانانو دبخت له افق څخه هغه ځلېدونکى ستورى او دآسيا دويړ اسمان په ټنډه روښانه لمر دفنا غېږې  ته پناه وړې ده. نږدې يو کال وړاندې دافغانستان، نړۍ او آن دټول بشريت دتاريخ او ادب پلار دپښتوادب، دګلبڼ ماليار،بورا او ګلاب، دپښتون او افغان ولس په غمېزې دردېدلى، دپښتون او پښتو دپرمختګ ستر امانجن ، دروند، مخور، ملي شخصيت دسيمې او نړۍ په کچه پېژندل شوى عالم، ديو سوچه مسلمان  افغان او پښتون ريښتونې مجسمه، دمسلمان او پښتون ژوند انځورګر او تمثيل کوونکى، يو بډاى دايرة المعارف ، يوه اکاډيمي ،پښتو ګوګل،  دپراخې پوهې او  سياسي بصيرت خاوند، له دولت  او  دربارونو څخه مستغني  خو په زړونو پاچا ارواښاد علامه پوهاند استاد عبدالشکور رشاد  له دې فاني او بې وفا نړۍ څخه سترګې  پټې کړې او دلکونوانسانانو دزړه په هنداره يې دهجر تور داغ  ديو ناسور ټپ په توګه پرېښود او داوښکو مرغلرو  يې دګريوان اميل ته مخه کړه. دعلامه رشاد بابا په رحلت يواځې اديبان او شاعران نه، يوازې پښتانه او افغانان هم نه، بلکې ډېر نړيوال ودردېدل  او آن دنړۍ په تاريخ او ادب يې منفي اغيز پريوت، ځکه استاد رشاد دسانسکريټ په ګډون دنړۍ په څوارلسو ژوند يو ژبو پوهېده او په سيمه کې يواځينى شخصيت وو چې دنړۍ او بشريت په تاريخ تر بل  هر چا ډېر پوه وو دده له رحلت  سره علم ،ادب او بشريت ټکان وخوړ دده مرګ يواځې دده مړينه  نه،بلکې  ده ټول عالم او مخلوقاتو، مرګ دى. حضرت رسول اکرم ص دداسې خلکو مړينه  دټول عالم مړينه بولي او وايي: (( موت العالِم موت العالَم ))  يعنې:((  دعالِم مرګ دعالَم مرګ دى.))   دى له عادي انسانانو يو بېل او ممتاز شخصيت وو دارتبه ده ته الله ج ورکړې وه :(( هل يستوى الذين يعلمون والذين لا يعلمون ))  يعنې: (( آيا پوهان او ناپوهان سره (په رتبه او مقام کې ) برابر دي  ))چې ځواب يې هرو مرو ( نه) دى . دا سمه ده چې علامه بابا په فزيکي او جسمي ډول له موږ څخه  بېل شو او موږ يې تر ډېره حده له هر اړخيزو  فيوضاتو بې برخې شو خو دا حقيقت دى چې داسې اشخاص مړينه او فنا نه لري. دى به تل ژوندى وي ، دده خدمتونه ،دده پوهه، دده آثار ،دده خاطرې به تل ژوندۍ وي، دى دنړۍ  په کچه دلويو علماوو په ډله کې دى او همداسې به يې ياد ژوندى وي. داستاد رشاد په ژوند   يواځې زه نه، بلکې دهغه ډېر شاګردان او ارادتمندان په دې ډاډه وو چې که په هر علمي ډګر کې له ستونزې سره مخ شي او ياورته پوښتنه پيدا شي  نو استاد ته به مراجعه وکړي ماته به چې په هر ډګر کې ستونزه او پوښتنه راولاړه شوه نو نه به کتابتون ته تللم او نه به مې دايرة المعارف  کو ت  يوځې به مې پوښتنې له ځان سره يادداشت کړې او چې استاد ته به ورغللم  نو ټولې په مې ترې وکړلې. دا حقيقت او واقعيت دى چې داستاد دسوچ دپلټنې  په ماشين کې به چې  يو ځل پوښتنه مطرح شوه نو دګوګل په څېر دومره ځوابونه او دومره معلومات به يې رابرسېره  کړل چې انسان به ورته حيران شو  يو ځل نهه کاله وړاندې داستاد ناګار په يو شعر کې چې مايې په يوې خپرونې کې دخپرونو هوډ درلود د(بخدي)  له لفظ سره مخ شوم موږ ته ددې لفظ په اړه معلومات او لږ تفصيل په کار وو نومې علامه بابا ته تيليفون وکړ له نيکه مرغه علامه صاحب مې په تيلېفون وموند او دا پوښتنه مې ورسره مطرح کړه استاد چې کله زما پوښتنه واورېده نو په خندا يې راته وويل : ((حقياره  داپوښتنه خورا اوږد ځواب غواړي دا په ټېلېفون نشي ځوابېدلى  دلته نږدې راشه. ))  په دې خاطر چې زموږ اخبار بايد ژر چاپخونې  ته تللى واى نومې استاد ته خپل عذر  او دوخت کمښت وړاندې کړ او ترې مې هيله وکړه چې همدا اوس په ټېلېفون بايد څه معلومات راکړي. دې مشفق او درانه استاد يوازې دبخد او بخدي دلفظ او کلمې په اړه پوره ٤٥ دقيقې معلومات راکړل دهغه وخت داطلاعاتو  او کولتوروزير او ددې وزارت  کلتوري مرستيال دواړه ددې صحني شاهدان دي .    دلته يوه بله پوښتنه هم مطرح کوم هغه دا چې دښاغلي کرزي په مشرۍ او دښاغلي زلمي هېواد مل دکولتوري  مشاورت تر  سيوري  او اشراف لاندې دعلم ،معرفت ،پوهې او ادب  پالنې مدعي حکومت ؟؟  دروښانفکرانو، متمدنو، نړۍ ليدلو، دمطبوعاتو دازادۍ او پراختيا ددعوې داجاره  دارو حکومت ددې منلي مشر عالم څه حق ادا کړ ؟  اوس چې دهغه درحلت يو کال يادرې سوه او پنځه شپيته ورځې او يا( ٨٧٦٠) ساعتونه تېر شوي نو حکومت دهغه په اړه کوم ياد غونډه ؟کوم سيمينار جوړ کړ؟دهغه دکوم اثر يې چاپ کړ؟ کومه علمي او کولتوري موسسه يې دهغه په نامه کړه ؟که حکومت دبګراميو لېسې ته ګوته نيسي نو هغه خو دبګراميو غيرتمنو ،عزتمنو او کولتور پالو خلکو په وچ زور په حکومت ومنله دوى دې يې ووايي چې  نور يې څه کړي دي .  زه خو وايم چې که کزرى له دې ملت سره بله هيڅ جفا هم ونکړي خو دا چې دعيسوي پاپ جنازې ته  لسګونه زره کيلو متره لېرې اروپا ته ورځي  خو دده دارګ په يو کيلو مترۍ کې  په څلور سوه بستريز روغتون کې نه داستاد پوښتنې ته  ورځې او نه يې دمړه جسد ليدلو ته ورځي او نه يې هم جنازې ته ورځي نو له دې ملت اوددې ملت له ارزښتونو سره دده همدا يوه جفا هم دده او  هم دده دحکومت دتاريخ لپاره بسيا ده.  خو دا ښه کار وشو په دې کې به    دالله ج داحکمت وو چې داستاد پاک روح به يې هم له دې ډول خلکو لېرې ساته   يادې تل روح يې ښاد او فردوس جنت يې ځاى اوسه . ",استاد رشاد به تل ژوندى وي 115,," محيب الله سعيدي ",د زابل ولايت امنيې قومنداني کي نوي ودانۍ جوړي شوې 116,دوست," حکومت خلک بزدله کړي دي دوست  _ کابل-  دليندۍ ١٢ نن دشنبې  ورځ  ، دماسپښين دوه بجې دي . دکابل ښار پل محمد خان په ساحه کې خلک له موټرو کوزيږي او لڅي پښې (  ښپې يبلې )  روان دي .  وې سپين سرې مور دخپل ځوان زوى له غاړي وچ لاسونه تاو کړي او ورته په شا ده . دغه سپين سرې ميرمن ټوخيږي او نالښت کوي  ، داله کوم ولايت څخه ددر ملنې لپاره کابل ته راغلي او زوى ته يې چا ويلي چې په ده افغانانو کې ښه ډاکټر دى  . زوى يې اړ دى چې خپله دغه مور له پل محمود خان څخه تر ده افغانانو،  دهېواد په مرکز کې په شابوځي ، ځکه سبا په کابل سرينا هوټل کې اقتصادي غونډه ده او ددغو کړېدلو خلکو دراتلونکي ژوند ښه کولو لپاره څو کسان  تودو خونو کې راټوليږي    . دا لو مړۍ ورځ نه ده چې کابل ښاريانو باندې لارې تړلي دي ، هره او نۍ کې دوه درې ورځې بلا ناغه دښار ځينې واټونه بند وي او خلک په ساعتونو انتظار باسي .  په دغوکسانو کې هغه خلک هم وي چې بايد په وخت ډاکټر ته ورسيږي او که نو له دې ستړي ژوند سره به مخه ښه وکړي .  ځکه دوى د وزيرانو له کورنۍ نه دي چې درملنې لپاره بهرته لاړشي .  لکه څه موده وړاندې چې يو وزير صاحب درملنې لپاره المان ته تللى و.  که څه هم  په کابل کې له نوو روزل شوو  او دکورنيو چارو وزارت په اصطلاح په نړيوالو معيارونو تربيه شوو پوليسو او ملي اردو د زړه ورو ځواکونو تر څنګ د لس ګونو بهرنيو هېوادونو عسکر او سربازان پياده او سواره ګوته په ماشه ګرځي .  خو سره له دې هم ، دغه ښار دڅو بهرنيو ميلمنو لپاره ډاډ من نه دي اوله عامو خلکو چې حتاله ولږې حرکت نه شي کولاى په ويره کې دي  ، لارې او کوڅې يې پرې تړلي دي .  پخوا هم   دغه ښارته بهرني ميلمانه  راتلل خو هغه وخت  سره له دې چې دا وطن ننۍ منډيي نه وه  ، دومره بهرني ځواکونه هم نه وو  او نه په DDR   ( بې وسلې کولو )    په لکونو ډالر نه   لګيدلي وو ، خو دخلکو په مخ لارې او کوڅې نه وې تړلې .  زما په اند دحکومت دغه بزدلانه کړنې نه يوازې دا چې دښاريانو لپاره ستونزې را ولاړوي ، بلکې ويره ا چونکي او تروريستان نور هم زړور کوي او هغوى ته داجرئت ورکوي چې ګويا دوى اوس هم له دومره بې رحمانه بمباريو او نوو جګړه ايزو   پلانونو سره – سره يو ځواک دى او ټول يې  په لړزه کې اچولي دي .        دغه کارونه که دوام وکړي دکابل ښاريان به هم په رواني لحاظ وځپي ، ددوى په زړونو کې به ويره پيدا کړي او په خپلې زړه ورې اردو ملي ، ملي پوليسو او نور و   بهرنيو ځواکونو به  بې باوره کړي .  او چې کله خلک بې باوره شول ، نو شتمن کسان  به په دغه ښارکې پانګې اچونې ته زړه ښه نه کړي ، بې روزګاري به ډېره شي او يوبل ناورين به رامنځ ته شي . وايي چې احمد شاه بابا ، يو مهال په کندهار کې لوړ ديوالونه جوړول ، موريې پرې راغله دديوالونو دجوړولوپوښتنه يې وکړه : لوى احمد شاه بابا ورته ووې چې ددې لپاره ديوالونه جوړوي چې ښارته د دښمن  له راتګ نه په امن شي .  موريې غوسه شوه  او ورته وې ويل چې ته بايد دومره بې همته نه شې چې دښمن  دنږدې راتګ زړه وکړي او بيا داکلا يوازې تا په امن کولاى شي  ايا دانور ملت ستا نه دى ؟ هغوى امن ته ضرورت نه لري ؟؟  هماغه وو چې احمد شاه بابا ديوالونه بېرته ړنګ کړل . خو نن زموږ هر معمولي واکمن له ويرې  سړکونه بند کړي   او په سړکونو کې ديوالونه ايښې دي. او داځکه چې  نه زرغونې انا  غوندې انا شته او نه احمد شاه غوندې بابا .    چې داوسپنو نينې شوې پرې چيچلى       خدايه پڅ کړل هغه غاښ کومو ترشو ؟   ",حکومت بايد د ولس ستونزي په پام کي ونيسي 117,," د الحاج عبدالقیوم بزګر د وفات له امله په ډنمارک کې د ( خپلواکۍ ) د فرهنګي مرکز د خواخوږۍ پیغام په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان یوتن خدمتګار بچی الحاج عبدالقیوم بزګر په پېښور کې د هغې ناروغۍ له کبله چې ورپېښه وه د روان کال د لیندۍ په ۱۳ نېټه له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې .( لوی خدای ( ج ) ) دې وبښي ) .الحاج عبدالقیوم بزګر د افغانستان د یو تن منور او روڼ اند ټولنیز او مسلکي شخصیت په توګه کورنۍ او هېواد ته د یو لړ ګټورو خدمتونو مصدر ګرځېدلی چې له وفات نه به وروسته هم پرې یادیږي .هغه ندی مړ ، هغه ځکه تلیاد او تلپاتې دی چې هېواد ته یې صالح ، غوره ،خدمتګار او منور بچیان ډالۍ کړي ،ارواښاد عبدالقیوم به د ښاغلي ډاکټر عبدالصمد ملکزي، ډاکټر محمد فرید بزګر، محمد طارق بزګر( د دعوت د ملي خپرونې چلوونکی ) او الحاج محمد اشرف باتور او د خپلو نورو هېوادپالونکو بچیانو په وجود کې د تل لپاره ژوندی وي .خوموږ یې دغه ناڅاپي مړینه کورنۍ او ټولنې ته یوه ضایعه ګڼو او په دې توګه د هغه له کورنۍ ، بچیانو او په ځانګړې توګه د هېواد له غوره ژورنالیست ښاغلي محمد طارق بزګر سره په دغه ستر غم کې ځان شریک بولو . اروا یې ښاده او برکت یې پر بچیانو . په درنښتد (خپلواکۍ) چلوونکی :یوسف هېواددوست او فیضیه هوسا ",د ( خپلواکۍ ) د فرهنګي مرکز د خواخوږۍ پیغام 118,," دافغانستان داسلامى ګوند دلارښودې شورا مشر فاروقى پرون خبر يالانوته وويل چې ګوند يې په افغانستان کې دسياسي فعاليت قانوى او رسمىجواز ترلاسه کړى او د افغانستان اساسى قانون له مخې به په هېواد کې د بيارغاونى او سولې په لاره کې رغنده برخه واخلى او غواړى سياسىشتون ولرى . فاروقى د حکمتيار په هکله وويل چې هغه لادرکه دى او موږ نه پوهيږو چې هغه چيرته دى .ده وويل چې ددوى د ګوند څه کم ديرشو تنو پلويانو د افغانستان پارلمان ته لاره پيدا کړې ده . ",د افغانستان اسلامى ګوند قانو نى او رسمى شو 119,," د کابل ښار دلومړيو او دويمو درجو واټونو دنومولو کار پرون د اطلاعاتو،فرهنګ اوتوريزم وزارت او کابل شاروالى له خوا پيل شو او په يو شمير واټونو يې لوحې بندې کړې .د کابل ښار چې په وروستيو جګړو کې ډير وران شوى دى د څلورو کلونو په ترځ کې بيا درغيدو او جوړيدو په حال کې دى او ددولت دا نوې اقدامات به دغه ښارته نوې بڼه ورکړى . د کابل ښار د ٣٠٠واټونو په نومولو کې د نړى د وتلو شخصيتونو نومونه لکه د اتاترک،ملک فهد،تولستوى، ګاندى ،امام خمينى ،اقبال لاهورى ،ارسطو،ابراهام لنکن او روسو هم ترسترګو کيږى او د کابل يو شمير مهم واټونه د دوى په نومونو نومول شوى دى . ددغه لړى له پيل سره پرون داريانا له کارتې څخه د څارنوالى تر څلور لارې پورې واټ د شا امان الله خان ،د نصرا لله خان له څلور لارې څخه د روغيتا تر څلور لارې پورې واټ د ملک فهد ، د وزير اکبر خان له جومات څخه د شهيد مسعود تر څلور لارې پورې واټ د محمود طرزى ، دوزير اکبرخان له ١٥ سړک څخه د اندرا ګاندې تر روغتون پورې واټ د مهاتما ګاندى ،دتنظيف له څلور لارې څخه د پروان هوټل تر څلور لارې پور ې واټ د فخر رازى واټ ،او دصدارت له څلور لارې څخه د قواى مرکز تر څلور لارې پورې واټ د ملا مشک عالم په نوم ونومول شول . ",د کابل ښار د واټونو د نومولو کار پيل شو . 120,,"   دائتلافي ځواکونو خبر پاڼه کاږي چې دغو ځواکونو دافغان ملي پولیسو په ملتیا په باگرام او غزني کې یو لړ چاودیدونکي مواد تر چاودیدو مخکې تیره ورځ ونیول. خبرپاڼه داهم زیاتوي چې ددغو چاودیدونکو مواد دځای پر ځای کولو پر مهال پنځه تنه یې نیولي. ددغو ځواکونو دیوه ویاند جیری اوهارا له خولې ویل شوي چې دداډول چاودیدونکو مواد نیوه دافغان ملي پولیسو دښې روزنې مانا ده. ",ائتلافي ځواکونو چاودیدونکي مواد ونیول. 121,لعل الدين اريوبي," ډالۍ شايد چي جانانه ليونی شمه تاپسي به ګرانه ليونی شمه کله چي ستا ښکلي سترګي نه وينم ډير يم پرشانه ليونی شمه ياره د ماشوم غوندي مي غيږ ته کړه هسي له ژړانه ليونی شمه لاړم د خندا څپو دي واخستم اوس به په اسانه ليونی شمه ای د ښايستونو او جمال ډکي زه به بې له تا نه ليونی شمه   ",ډالۍ 122,حقمل," نن سهار د اتو بجو په شا او خوا کې ميدان ښار ته نيږدې د يو مسافر وړنکى بس دچپه کيدو له کبله ١٢ تنه سپرلۍ مړې او ٣٤ تنه نور ټپيان شوى دى . په مړو شويو کسانو کې دوې ښځې او دوه ماشومان هم شامل دى ، دڅلوروټپيانو ټپونه ډير سخت دى . دغه بس دکابل څخه د کندهار په لور روان وو ، چې دډير ګړنديتوب له وجې د ميدان ښار د شيرندل دکان ته نيږدى نسکور شوى دى . دبس ډريو روغ رمټ د پېښې له ځاى څخه تښتيدلى دى . په وژل شويو کسانو کې داسې کسان هم شته چې دمزدورى لپاره د افغانستان له شمالى سيمو څخه د ايران په لور يې سفر درلود. ",په يوه ترافيکى پېښه کې ١٢ تنه مړه او ٣٤ ټپيان شول 123,حقمل," اييتلافى ځواکونو د څلور اعشاريه پنځه ميليونو ډالرو په لګښت د کابل په هوايى ډګر کې د رادار نوې دستګاه درلولې . دچارواکو پر وينا د دغه رادار په درولو سره د الوتکو په څارنه او الوتنه کې دپخوا په پرتله ډير خونديتوب رامنځ ته شوى دى . دايساف د امنيتى پوځونو يو چارواکى ويلى چې دغه رادار د دريو کلونو له پاره په موقت ډول درول شوى اوروسته به يې پر ځاى بله ستره دستګا ودرول شى . ",په کابل هوايې ډګر کې دموقت نوى رادار لګول . 124,حقمل," د افغانستان د بشرى حقونو خپلواک کميسيون ديو سرخلاصى ليک په خپرولو سره په کابل ښار کې دواټونو بندول د بشري حقونو له اعلاميې نه سرغړونه بللې ده او په افغان ولس مشر حامد کرزى غږ شوى دى چې د کابل ښار د واټونو څخه د خنډونو په ليرې کولو سره د کابل ښاريانو د بشرى حقونو درناوى او خونديتوب وکړى . دولت تراوسه پورې په دې هکله خپل دريځ نه دى په ډاګه کړى . د ښار په واټونو کې د امنيتى خنډونو جوړول او ايښودل دڅه ناڅه څلور ميليونواوسيدونکو له پاره ډيرې ستونزې راپيدا کړى دى او کابل ښاريان له دولت او امنيتى چارواکو څخه سرټکوي چې په دې هکله يې څه نه دى تر سره کړى . د يادولو وړ ده چې د کابل سرينا هوټل له پرانيستو سره د کابل يو بل مهم واټ هم دترافيکو پرمخ وتړل شو . ",د کرزى په نامه د بشرى حقونوسرخلاصى ليک . 125,," د افغانستان په پلازمينه کابل کې د دولسو هېوادونو و د لوړ پوړو چارواکو په ګډون دوه ورځينۍ سيمه ايز اقتصادى کنفرانس پاى ته ورسيد .د افغانستان دبهرنيو چارو وزير داکتر عبدالله ددغه کنفراس جوړيدل په سيمه کې يوه ستره لاسته راوړنه وبلله .د بريتانيا دبهرنيو چارو مرستيال وزير کيم هاول دغه کنفراس د سيمې په کچه يوه بريا وگنله . د کنفرانس برخوالو په سيمه کې د گدو اقتصادى او تجارتى همکاريو پر پراختيا ، ودې او پياوړتيا ټينګار وکړ او دنيشه يى توکو ستونزه يې يوه ګډه ستونزه وشميرله . برخه والو د بريښنا، ترانسپورت، د اوبو زيرمې او يو شمير نورو برخو کې د گدو همکاريو ژمنې وکړى او وويل شول چې د داډول همکاريو له پاره خپلې هڅې سره يوخيل کړى . ",د سيمه ايزې اقتصادي کنفرانس پا ى ته ورسيد . 126,," تيره ورځ د هلمند ولايت د مرجې په ولسوالى کې د پوليسو په يوه پوسته باندې د يو وسله وال بريد په ترځ کې درې تنه پوليس مړه او دوه تنه ټپيان شوى دى . بريدکونکى د پېښې له ځايه نښتيدلى دى او ددغه ولايت امنيتى چارواکو تراوسه په دې تور څوک نه دى نيولى ،خو وايى په دې برخه کې پلټنې پيل شوى دى . ",په هلمند کې ٣ تنه پوليس وژل شوى دى . 127,حقمل," افغان ولسمشر حامد کرزى له يو شمير سلاکارانو اووزيرانو سره ديو دوه روځنى سفر په موخه نن د سعودى عربستان د جدې ښارپه لور روان شو . حامد کرزى به د جدې په ښار کې د اسلامى هېوادونو د مشرانو په دوه ورځنى کلنۍ غونده کې برخه واخلى او برخه والو ته به وينا واوروى .په دغه سفر کې به حامد کرزى د اسلامى هېوادونو له يو شمير مشرانو اود عربستان له پاچا اولوړپوړو چارواکو سره هم وګورى او دعمرې حج به ادا کړى . ",افغان ولسمشر د عربستان په لور و خوځيد . 128,حقمل," دهرا ت ښار د شپږمې ناحيې په سيمه کې تيره شپه د يو پخوانى جهادى قوماندان کور ته څيرمه د خواجه عدالله انصارى په واټ کې پرله پسې دوې چاودنى شوى دى ، چې د پوليسو پر وينا مرګ او ژوبله نه لري .پوليسو دوه شکمن کسان په دې تور نيولى دى . همداشان پوليسو نن سهار يو اندازه چاوديدونکى توکې چې د يو کور مخې ته ايښودل شوى وو، له منځه وړى دى . د هرات اوسيدونکې په دې وروستيو کې د دا ډول ورته پېښو د مخنيوى په برخه کې ددغه ولايت پوليس او امنيتى چارواکي پړه بولى او وايې په ډير ځند سره عمل کوى . ",د هرات چاودنو مرګ او ژوبله نه لرله . 129,," د ايران يوه سى ١٣٠ډوله فوځۍ الوتکه د تهران په جنوبى برخه کې د استوګنې په سيمه کې خورځيدلې . ويل شوى دغې الوتکې ٩٠ کسه سپرلۍ درلودې .الوتکه له يو لس پوړيز ې ودانۍ سره لګيدلى چې تراوسه پورې يې د مرګ او ژوبلې په هلکه څه نه دى ويل شوى . د الوتکو پيلوټان نه دى توانيدلى چې د مهراباد په هوايى ډګر کې بيړنۍ ناسته تر سره کړي . ",د ايران يوه فوځى الوتکه غورځيدلې . 130,," په پکتيکا تيره روځ ديو شمير نامعلومو کسانو له خوا په خوراکى توکو بار يو کاماز موټر ته اور اچول شوى چې ټول خوراکى توکې يې سوى دى . د موتر چلونکي ته زيان نه دى اوښتى .دغه موټر اييتلافى ځواکونو ته خوراکى توکى ليږدول . ",په پکتيکا يو موټر ته اوراچول شوى . 131,هوسي," د هوسۍ مجلې د دويم کال شپږمه (پر له پسې دوولسمه ګڼه، د ١٣٨٤ل کال د زمري وږي ګڼه) په ١٤٠مخونو کې په رنګه پښتۍ سره چاپ شوې ده، چې بېلابېلې ليکنې په کې راغلي دي. لکه څنګه چې يې په سرليکنه کې يادونه شوې ده، دا د دې مجلې وروستۍ ګڼه ده، چې نور به نه چاپېږي، په دې باب، د هوسۍ مجلې چلوونکي صالح محمد صالح بېنوا ويبپاڼې ته وويل: د دې خپرونې د بندېدو يوازېنۍ وجه دا وه چې څو ګڼې په پور چاپ شوې او هغو کسانو چې د اقتصادي مرستو ژمنې کړې وې، خپلې ژمنې يې پوره نه کړې. بله دا چې په سيمه کې له نورو ستونزو سره هم مخ دى، چې د مجلې چلول ورته ستونزمن کار دى. هوسۍ مجله که څه هم په دې وروستيو کې له کندهاره چاپېده خو بيا يې هم د نورو مجلو تر څنګ د هېواد په مطبوعاتي ډګر کې خپل مقام درلود.د هوسۍ مجلې د همدې ګڼې سرليکنه، دلته ستاسو مخې ته هم ږدو:سرليكنه: د مخه ښې په توګه د خپرونې چلول، د زړه وينې خوړلغرونه_ غرونه خوب په څاڅكى اوبو درومييــار زمـــا په سيند د اوښكو بيدار نــه شــو پيل:په افغاني ټولنه كې د رښتيني او صادقانه خدمت معيار نه دى څرګند، د استاد الفت خبره ده ’موږ خپل خدمتګاران نه پېژنو، خو باداران ډېر ښه پېژنو...‘البته موږ د دې فلسفې ژورو ته نه ځو او دا ادعا هم نه كوو چې ګواكې موږ كوم ستر خدمت كړى او بايده ده دا ټولنه راشي او زموږ د درناوي لپاره دوه لاسي سلام راته وكړي، بلكې دلته غواړو په دې ټولنه كې ځينو ترخو حقايقو ته كتنه وكړو، چې ډېرې لږې اشارې ورته شوې دي.په دې ټولنه كې يوه ستره بدمرغي دا ده كه ډېر صادقانه كار كوې، ډېرې خبرې درپسې كېږي، كه لږ كار كوې، لږې او كه هېڅ كار نه كوې، هېڅوك څه نه درپسې وايي. ستونزه په همدې كې ده چې زموږ ملي- كلتوري اشخاص كه د صادقانه كار او زيار لپاره ملاوې تړي، لومړى د خپل ډګر د ملګرو له لوري له ګڼو غبرګونونو سره مخ كېږي چې ځينې يې كار مثبت او ډېر نور يې منفي ګڼي. حال دا چې زموږ همدغو رښتينو او صادقو ’خدمتګارانو‘ اكثره وخت سره له دې چې په خپل ډګر كې د ملت لپاره خپله انرژي كارولې ده، له خپل جېب څخه هم مصارف كوي او غواړي چې ټولنې ته څه وركړي، داسې ټولنې ته چې لږ تر لږه يې د مثبت كار يادونه هم نه كوي، دا ښاغلى به په كور كې د خپل څراغ لپاره تېل هم نه لري، خو كوښښ به كوي چې خپلې خوارې ټولنې ته رڼا وروبخښي، بيا هم د استاد الفت خبره رااخلو: ’د چا په كور كې چې هره ورځ پسونه او چرګان حلالېږي، له هغه سره ارو مرو يا د لېوانو قدرت ملګرى دى، يا د ګيدړانو چل او فرېب‘... ځينې كلتورپال اشخاص چې صادقانه كار كوي، د ټولنې له خوا ډېر نهيلي شوي دي، ځكه دوى د ټولنې د نيمګړتياوو او خرافاتو په ليدلو ځورېږي او كله چې غواړي دا حقايق راوسپړي او د حل لارې چارې يې په ګوته كړي، خلك يې نه يوازې دا چې لارښوونې نه مني، ان چې د خپل منطق او خپل استدلال لړۍ رانښلوي، چې هېڅوك يې هم ورسره ګز او مېچ نه شي كولاى. قلموال خو زيات مهال د خپل كار په بدل كې په ’تكفير‘، ’تطمېع‘ ، ’خرڅ شوي‘، ’د شهرت غوښتونكي‘ او نورو تورونو هم تورنېږي، ځكه اكثره مهال يوشمېر خلك كوښښ كوي په دوى كې يوازې او يوازې نيمګړتياوې پيدا او په هر مجلس كې پسې منفي تبليغ وكړي. يو به د دې لپاره په خپرونو كې نيمګړتياوې لټوي چې ځان نورو ته پوه او وړ وښيي او د ځان لپاره د بنډار او خبرو يوه زمينه برابره كړي، ځينې نور بيا له دې هڅې دا موخه لري چې د خپرونو د ځينو مسوول چلوونكو د غندنې لپاره يوه زمينه لاسته ورشي، دا ځكه چې په دې ټولنه كې اوس هم زيات عقده يي كسان موجود دي، چې په دې توګه هڅه كوي، خپل زړه ته يو سكون ومومي. البته دلته موږ د هغو خپرونو پر ستونزو رڼا اچوو، چې تر شا يې نه كومه موسسه ولاړه ده او نه هم بله مرستندويه ټولنه لري. زياتره مهال مو كلتورپاله ځوانان چې شپه او ورځ پر ځان يوه كوي او كومه خپرونه راباسي، وروسته په ټولنه كې داسې لمانځل كېږي چې ته وا كومه ستره درغلي يې كړې او يا يې هم د چا حق تر پښو لاندې كړى دى. كه يو كس يې صادقانه خدمت يادوي، لس نور يې غندي، كه يو كس يې د كار مثبت اړخونه راسپړي، لس نور يې منفي ټكي يادښتوي او يو مهال يې وريادوي، خو دا نيوكې او دا ګوتنيونې كاشكې د ښه نيت له مخې وي، ځكه د ښه نيت له مخې كه واى، خو څوك به ځان اصلاح او خپلې نيمګړتياوې به ليرې كړي. اصلي خبره دا ده چې موږ ډېر لږ شمېر صادق خدمتګاران لرو، چې په ټولنه كې مو د فرهنګي او ادبي زيار لپاره كار كوي، خو موږ افغانانو په خپل دې لوى شمېر سره نه يو توانېدلي چې د دوى زړونه وساتو، حال دا چې ځانونه تر نورو كم نه ګڼو، بلكې غواړو چې له سيالو هېوادونو سره هم سيالي وكړو. موږ خو رښتيا هم په دې وياړو چې پنځه زره كلن تاريخ لرو او په نړۍ كې مو نوم او نښان شته، خو اوسنۍ نړۍ زموږ همدا ’حال‘ ته ډېر ارزښت وركوي، په نړۍ كې تر ټولو وروسته پاته او له پرمختګ څخه بې برخې خلك ګڼل كېږو، څوك مو هېواد د القاعده ځاله ګڼي، څوك د ترياكو كندو، هغه هېوادونه چې ’زموږ په وړاندې وزېږېدل او رامنځته شول‘ تر موږ ځواكمن او په كلتوري ډګر كې مخكښ ګڼل كېږي، نو نن ګورو موږ د همدغو (بې تاريخه) هېوادونو مقابله نه شو كولاى، سر ځنې ټكوو. د ’اكثريت‘ دعوه خو هر ځاى په دنګه غاړه كوو، خو زيات وخت مو د وړو ډلو د لاسوهنو او د پښو د دربي له كبله په زړه كې وېرې غزونې كړي او همدا اوس يې هم هرڅه يې راڅخه لوټلي دي.(البته په دې خبره دې څوك خوا نه بدوي). هغه چې موږ ورباندې نازېدو، كله چې يې خپل ځان د واك تر لوړ پلاز پورې رسولى، بيا د نورو شوى او ان چې زموږ پرضد يې هڅې كړې دي. نن موږ وينو چې ځينې ډلې كه هرڅنګه ځان ته پانګه او فنډ پيدا كوي، خو د خپلې ژبې د بډاينې او پرمختيا لپاره ټلويزيوني چينلونه جوړوي او ان چې په ټوله نړۍ كې يې خلك ويني، د خپل كلتور او خپلې ژبې د بډاينې او غنا لپاره ډېرې ګټورې هڅې پيلوي، موږ چې د نړۍ په هره برخه كې پراته يو او ستر پانګوال په موږ كې شته، تر اوسه نه يو توانېدلي چې يو پښتو ټلويزيوني چينل دې ولرو، د ملي ارزښتونو د ساتنې دعوه هم كوو، خو د ساتنې او د ګاونډيو هېوادونو له يرغلونو يې د ژغورنې ځواك نه لرو. دلته به د خپلواكو او بې پرې خپرونو د چلوونكو ځينې ستونزې په بېل- بېل ډول راواخلو.تخنيكي چارې:زموږ اكثره خپرونې د چلوونكو له خوا برابرېږي، په دې مانا چې د چاپ او كمپوزولو ټول پړاوونه يې چلوونكي ترسره كوي، زموږ ګڼې خپلواكې خپرونې فنډ نه لري چې د هر كار لپاره بېلابېل اشخاص وټاكي او معاش وركړي، يو چلوونكى اړ دى په خپله په ليكوالو پسې لاړ شي ليكنې راټولې كړي، د كمپوزونې لپاره يې خوارۍ وګالي او ټولې ليكنې له سره وګوري، تصحيح يې كړي بيا د چاپ لپاره په خپله منډې ووهي، دغه راز تر چاپ وروسته د خپرونې د وېش لپاره په خپله لاس په كار شي.په شپو- شپو پر خپلې خپرونې كار وكړي، خو نه يوازې امتياز ونه لري، بلكې ډېره نوره قرباني هم بايد په يوازې سر وركړي، دا ځكه چې كه چېرې دى په دې بهير كې يوه لټي هم وكړي، خپرونه يې بندېږي او هېڅوك به يې هم همكاري ونه كړي، حال دا چې د خپرونې كمپوزول د كمپيوټر كار، تصحيح كول د تصحيح كال، وېش د وېشونكي او نور كارونو د نورو اشخاصو دي، چې بايد ترسره يې كړي. زموږ د ځينو خپرونو چلوونكي خپله زياته برخه انرژي په تخنيكي كارونو لګوي، چې د مرستې لپاره يې څوك نه وروړاندې كېږي، دا ځكه چې موږ كه لږ څه په ځان كې موندلي بيا مو هڅه كړې چې له نورو ملګرو او د خپلې كړۍ له يارانو څخه د بېلتون او جلاوالي لپاره پلمې ولټوو. چې دا ستونزه په هر ولايت كې شته. مالي قرباني:د يوې خپلواكې خپرونې چلوونكي اړ دي د چاپ لپاره لګښت په خپله برابر كړي، چې دا په خپله يوه غټه ستونزه ده، د خپرونې يو چلوونكى چې لا يې د كارونو فشار او ستړيا نه وي ليرې شوې بيا اړ دى چې يوه بله ستړې هم وګالي. هر مهال له نورو د اقتصادي مرستو تمه لرل خو ناشونې خبره ده خو هغه كسان چې شتمني ورسره ده او جېب يې ډك دى، په زړه كې يې د خپل كلتور د پالنې او رغونې غم نه شته، كه وي هم شمېره يې ډېره كمه ده.خو موږ وينو چې ځينې خپرونې كه د ځينو مرستندويو ټولنو مالي ملاتړ لري، په پاڼو كې يې د لوستلو لپاره څه نه موندل كېږي، يا هم د موسساتو په خپرونو كې د ټولنې لپاره ګټور مطالب نه شته، يوازې د دوى كاري رپوټونه او ځينې محاسبې خپرېږي.يو مهال يوه فرهنګي شخصيت غوښتل خپلې مجلې ته د يوه ملي تجار مرسته راجلب كړي، كله چې هغه ته ورغلى و، ښاغلي تجار ورته ويلي وو: ’اته ورځې مخكې له حج څخه راغلى يم او په همدې خوشحالي غواړم يوه ستره مېلمستيا او ټنګ ټكور جوړ كړم، چې دوه لكه افغانۍ لګښت پرې راځي، ستا د مجلې چاپول او نه چاپول په ما پورې اړه نه لري‘. د نړۍ په يوه هېواد كې هم دا نه شته چې يو مسوول چلوونكى دې هم ليكنې په خپله برابرې كړي، هم يې د كمپيوټر چارې پرمخ بوځي او هم ورته پانګه برابره كړي او يا يې په خپل لګښت سره چاپ كړي. په بهرمېشتو افغانانو كې هم دا ربړه ليدل كېږي، هلته هم هغه كسان چې يو څه د خپل كلتور د پالنې احساس لري، دومره اقتصادي پشتوانه نه لري او هغه كسان چې مالي پشتوانه لري هغوى نه غواړي چې خپلې پيسې بېځايه!! ولګوي. موږ يوازې د ګوتو په شمېر داسې كسان لرو چې د سپېڅلي احساس تر څنګ دې شتمني هم ولري، د دغه وړ كسانو كار ټولنې ته معلوم دى. تورونه او شكونه:د خپلواكو خپرونو چلوونكي په ټولنه كې له بېلابېلو شكونو سره مخ كېږي، كه خپرونه په ښه معيار او ښه سكښت سره راوباسې، يوشمېر كسان د شك په رنګ او ترخو لړلې خبرې ورته كوي، ځينې خو دا خبره هم پسې غوټه كوي، چې ښايي دې چلوونكي له چا څخه پانګه اخيستې وي، چې په دې ښه معيار يې مجله خپره كړې ده. ته كه په سلو مخونو كې مجله چاپوې، خامخا به په دې كې لس ليكنې داسې وي چې په لوستلو يې سړي ته زياته ګټه رسېږي، خو كه چېرې په دې سلو مخونو كې يوه مجله لږه كږه غوندې وه، يا كومه ليكنه د ځينو لوستونكو په طبعه برابره نه وه، دا ټول زحمتونه دې هېڅ دي، په دې ټولنه كې د ګڼو كسانو خولې خلاصېږي او په ډېرو ترخو الفاظو دې د كار غندنه كوي. هسې خو هم د هر چا په جېبونو كې ټاپې شته، يا د ’تكفير‘ ټاپه درباندې لګوي يا د كومې بلې مذهبي او سياسي ډلې، چې دا ستونزه په دې ’روڼاندې‘ زمانه كې هم وركه نه شوه. داسې هم نه ده چې سړى دې ټولې خپرونې په يوه ليكه كې ودروي، ځكه ځينې داسې خپرونې هم شته چې كومه ټاكلې موخه او تګلاره نه لري، كله له يوه داسې كس څخه ملي اتل جوړوي چې د ملت په وينو يې لاسونه سره دي، كله د يوه خاين او جنايتكاره پر ګناهونو د پرده اچولو كوښښ كوي، چې دا ډول درغلۍ د خلكو له سترګو پټې نه دي او دا خپرونې هم خلكو ته معلومې دي. فكري مبارزه:د خپرونې چلوونكي دي په ټولنه كې د خپلو اهدافو او تګلارې د خپراوي لپاره د ځينو منفي فكره كسانو په وړاندې مبارزه وكړي چې يوه اندازه انرژي يې دلته لګېږي. حال دا چې ولس بايد د خپرونې روحيه وګوري، هغه خپرونې دې ولولي چې غوښتنې يې منعكسوي او په خپلو بېځايه هڅو دې خپرونو ته ستونزه نه پيدا كوي. تر اوس مهاله پورې په هېواد كې داسې كومه اداره نه شته چې د خپلواكو او بې پرې خپرونو دفاعيه ځواك ورسره وي او د دوى دفاع وكړي، كه داسې ادارې وي، د پښتو خپرونو لپاره په كې ځاى نه شته او دروازې يې د پښتو خپرونو په وړاندې تړلې دي. نو زموږ د ګڼو خپرونو چلوونكي چې په خپله سيمه او ولايت كې له وسلوالو ګواښونو، ننګوونو او چيلنجونو سره مخ كېږي، اړ دى چې په خپله مبارزه وكړي او له ځانه دفاعيه ځواك جوړ كړي، چې د دغې ستونزې د اوارۍ لپاره چا كومه ګټوره هڅه ونه ليده. د خلكو توقع:كه خپرونه دې يو وخت په ښه سكښت او رنګه پښتۍ راووته خلك يې يو څه هركلى كوي، خو بل وخت دې اقتصادي ستونزې لاسونه- پښې تړي، خلك بيا بېل ډول غبرګون ښيي ان چې كله خو يوه نيمه ترخه خبره هم كوي، چې دا ځل د مجلې صحافت او سكښت ته ولې د پخوا په شان پام نه دى شوى. كه كوم وخت ستونزې درباندې ګڼې شوې او ونه توانېدې مجله پر وخت راوباسې بيا هم خلك بېلابېل تورونه درباندې تړي، دوى كه هرڅنګه كېږي مجله پر وخت غواړي، دېته نه ګوري چې يوه مجله په څومره خوارۍ چاپېږي. ځينې كسان خو ځان ته تر خپل حد زيات حق مني او د يوې خپرونې چلوونكي ته وايي: ’تاسو ما ته پلانۍ ګڼه نه ده رالېږلې، بايد چې ما ته هره ګڼه پر وخت راولېږئ‘ حال دا چې دې ځوان به نه په خپرونه كې ګډون لري، نه به همكاري ورسره كوي.كه په خپرونه كې د ښځو برخه ولرې، د ماشومانو برخه نه وي، خلك يې غواړي، كه چېرې سياسي ليكنې ډېرې خو اقتصادي ليكنې كمې وي، د اقتصاد مينه وال د اقتصادي ليكنو پر خپراوي ټينګار كوي، كه چېرې ادبي برخه ولرې خو لنډې كيسې په كې كمې وي، ګڼ ځوانان بيا دا غوښتنه لري چې بايد كيسې په كې ډېرې راشي. لوستونكي دېته حساب نه كوي، چې په دې خپرونه كې څوك- څوك كار كوي او چلوونكى يې كه زيات زيار وباسي نو ښايي يوه سياسي ليكنه وكړي، چې په هغه معيار او كيفيت بيا اقتصادي ليكنه نه شي كولاى، لوستونكي دېته حساب نه كوي چې د ښځو برخې ته په منظم ډول ليكنې برابرول څومره ستونزمن كار دى، يا هم كه كومه خپرونه هرې برخې ته پاڼې بېلكې كړي، څومره بېخوندي رامنځته كېږي، ځكه چلوونكى به اړ وي چې كه چا ليكنې راونه لېږلې، نود ښځو، ماشومانو، اقتصاد او نورو برخو ته په خپله ليكنه وكړي، چې دا كار په خپرونه كې كليشه يي ليكنې زياتوي، كه څوك يوازې د ماشومانو برخه په پام كې ونيسي، د هغوى په روحيه او سليقه ليكنې برابرول ډېر ستونزمن كار دى. چاره:زموږ هغه هېوادوال چې مالي توان او اقتصادي حالت يې ښه وي، په كار ده چې خپل هېواد او خپل ويجاړ كلتور په پام كې ونيسي، له خپرونو سره دې په دې نيت مرسته وكړي، چې د خپل كلتور رغونه غواړي، دوى دې د خپرونو پر اشخاصو حساب نه كوي، د خپرونې پر منځپانګې دې حساب وكړي او هغو خپرونو ته دې دا مرستې برابرې كړي، چې افغاني روحيه ولري او يو څه په كې د لوستلو وړ مواد وي. شتمن خلك كه ليكنې او په تول پوره مطالب په بيه نه شي رانيولاى په خپلو پيسو يوه ښه مجله چاپولاى شي چې په ټولنه كې به يې خلك دا قرباني ستايي او كه نن يې څوك نه يادوي، كلونه وروسته به يې دا ټولنه په ښو يادوي. زموږ فرهنګپاله ځوانان دې په خپلو كې واړه او ذوقي اختلافونه پرېږدي، د يوه لوى ارمان لپاره دې كار وكړي، د خپل ملي او افغاني ارمان پر لار دې واړه اختلافونه په هېڅ كې وشمېري، هڅه دې وكړي، چې په رښتيني ډول خدمت وكړي. د خپرونو د زياتوالي پر ځاى دې د يووالي په مرسته يوه خپرونه تقويه شي چې هم د بېځايه مصارفو مخه نيول كېږي هم به كار د څو كسانو ترمنځ ووېشل شي او حجم به يې كم شي. پاى ",د هوسۍ دويمه کالګڼه چاپ شوه 132,," ۶-۱۲-۲۰۰۵ ناروې   د حاجي عبدالقيوم بزګر د مړيني له کبله خپلو ګرانو دوستانو ښاغلو ډاکټر محمد فريد بزګر ، محمد طارق بزګر او دهغوی د درنې کورنۍ ټولو غړو ته د خدای  ( ج ) له درباره د زړه صبر او زغم غواړم . په درنښت انجنير محمد انعام واک واک پونډيشن – ناروې ",د واک پونډيشن له خوا د خواخوږۍ پيغام 133,," ", 134,," په لندن کښی دميشتو وردګ ځوانانو د ټولنی دخواخوږۍ پيغامپه ډيره خواشينۍمو خبر تر لاسه کړ چه د هيواد يو وتلی ملی شخصيت خدای بخښلي الحاج عبدا لقيوم بزګر لدی فانی نړی څخه روخصت واخيست٠ اناا لله انا اليه راجعوند وردګ ځوانانو ټولنه د هيواد يو وتلی ملی اوهيواد پال شخصيت خدای بخښلي الحاج عبدالقيوم بزګر د وفات له امله خپله خواشينۍ او غمشريکی دمرحوم کورنۍ ټولو غړواو دوستانو ته وړاندې کوی، او او الله ج له لوری ورته دزړه صبر غواړو، د څښتن حضورته د دعا لاس پور ته کو او وايو چې الله پاک دې فردس جنت ورنصيب کړي روح يي دښاد ٠ امين يا رب العالمين په لندن کښی دميشتو وردګ ځوانانو دټولنی په استازیتوبافغان زلمی ",دلندن دميشتو وردګ ځوانانو د ټولنی دخواخوږۍ پيغام 135,," په هلمندكې درى تنه عسكرووژل شوه اودوه تنه ټپيان شوه ع : نورزي هلمند  دهلمنددنادعلي ولسوالۍ دسيستانى په سيمه كښې تيره ورځ ماپښېن هغه مهال دري پوليس ووژل شوه اودوتنه زخميان شول . كله چي دنامعلومووسلوالولخواورباندى بريدوشودهلمندامنيه قومندان مل پاسول عبدالرحمن صابر نن دبېنواخبريال ته وويل : چي زخميان ئې دهلمند وعاجل روغتون ته راوړي دي اوپه سيمه كښې عمليات پيل كړيدي خوتردى مهاله ئې دپېښې په تورڅوك نه دى نيولي .  نوموړى پوليس په داسي حال كي وژل كيږي چي دميزان تلې پر۳۰ مه ددغه ولايت دباغران په ولسوالي كښې هم يوقومندان د۹ تنوپه گډون وژل شوو.  ",په هلمندكې درى تنه عسكرووژل شوه اودوه تنه ټپيان شوه 136,," جلالزی = کابل په بغلان کي چاودني د هالنډي ولايتي بيارغوني ډلي دوه موټره ويجاړ کړل . په نوموړي ولايت کي دهالنډي پي ار ټي ډلي وياند لتونت  وويل چاودنه تېره ورځ د اندراب هنجان په لويه لاره هغه وخت وشوه چي ددوی د ۵  موټرو کاروان د وياند وويل په چاودنه کي د دوی يو بنز او بل لنډکروزر موټر ويجاړ شوی او اودنه يې له هغه بم نه زېرېدلی وبلله چي له لري واټن نه کنټرول کيدل . د چاودني پړه تر دې مهاله چاپر غاړه نه ده اخستې . ",په بغلان کي چاودني دوه موټرونه ويجاړ شوي 137,," په ډيرې خواشينۍ سره موخبر تر لاسه کړ ،چې په هيواداو خلکو مين شخصيت الحاج عبدالقيوم بزګردهغې ناروغۍ له کبله چې ورپيښه شوي وه په پيښور کې له تيرې دونکې دنياڅخه سترګې  پټې کړي . اناا لله وانا اليه راجعون خدای بخښلی الحاج عبدالقيوم بزګر دهيواد څخه بهر دافغاني مطبوعاتواو دناروي په هيواد کې دنشرکيدونکي اخباردعوت دمسؤل مديرطارق بزګر چې يوتګړه ،با احساسه اوپيژندل شوي ژورناليست دی ، پلار وو.هغه دطارق ،ښاغلي ډاکټر عبدالصمد ملکزي،ډاکټر محمد فرید بزګرپه شان نورډير بچيان هيواد او ټولنې ته وړاندې کړل ،ترڅو خپل معنوي ژوند او ياد ابدي کړي . پدې توګه په فنلند کې دميشته فرهنګپالو ،ليکوالواودهغه دمينوالو په استازيتوب دخپلې غمشريکۍ اوخواشينۍ مراتب دهغه ددرنې کورنۍ ،ټولو خپلوانو او مينه والو سره شريک کوم .اودخدای (ج) له درباره ورته دجنت فردوس غوښتنه او دعا کوم ، او خدای بښلې  الحاج عبدالقيوم بزګر درنې کورنۍ او په ځانګړې توګه ښاغلي طارق بزګر صاحب ته دزړه صبر او زغم غوښتونکی يم . روح يې دښاد او ياد يې ابدي صالحزاده فنلنډ     ",په فنلنډ کي د فرهنګپالو افغانانو د خواخوږۍ پيغام 138,," ", 139,," ", 140,," په زياته خواشينۍ سره مي خبر تر لاسه کړ چې زموږ دهيواد دپيژندل سوی ژورنالست ،ليکوال او له ناروې څخه   دخپرېدونکي مياشتنۍ خپروني دعوت  دمسؤل مدير ښاغلي  محمد طارق بزګر قبله گاه صاحب الحاج عبدالقيوم بزگرپه ناڅاپ توگه در ور پيښي  شوي ناروغۍ له کبله  د فاني نړۍ څخه دتل لپاره  د لوي او ابدي سفر په لوررخصت اخيستی .                         اناالله و انا الیه راجعون  گران او ډير نږدې دوست ښاغلي طارق بزگرصاحب ته ددوی دخداي بخښلي پلار مړينه نه يوازي ددوي دکورنۍ اوخپلوانو لپاره بلکه دهغه ددوستانو او ټولو هغو لپاره  چي دمرحوم سره يې له نژدې پيژندل لويه ضايع بولم  .                                                                                                                                                                                                                                 زه د محترم بزگر صاحب او دده درنې کورنۍ له نورو ټولو غړو، ډاکټر عبدالصمد ملکزي، ډاکټر محمد فرید بزګر، او الحاج  محمد اشرف باتور سره په دغه غمجنه پېښه کي ځان شريک بولم . ښاغلي طارق بزگراودفاميل ټولومحترمو غړوته يې دلوي او بخښونکې خداي له درباره دزړه صبر غواړم  . دڅښتن تعلا له لوي دربارنه  دا هيله لرم چې دگران او قدروړ بزگر صاحب او ددوي دمحترمې کورنۍ ټول غړودکور دروازه بيا هيڅکله دغم  دپيغام رسوونکې له خوا ونه ټکول سي   . په درنښت    حبيب  اله   غمخور سويډن      مالمو      ",د دوستۍ فرهنګي ټولني د خواخوږۍ پيغام 141,," د افغانستان او هند دلوړپوړو چارواکو ترمينځ پرون د توريزم په برخه کې د ګډو همکاريو يو تړون لاس ليک شو .د دولتى او خصوصى سکتور په برخه کې د توريستى خدمتونو وده اوپراختيا ، د کادرونو روزل او يو له بل سره د تجربو شريکول ددغه تړون غټ ټکې جوړوي . دهند لور منلې چې ډير ژر به لسو تنو افغانىژورناليستانو ته بلنه ورکړى چې د هندوستان له توريستى سيموڅخه کتنه وکړى .همداشان د هند هېواد په افغانستان کې دتوريستى کليو د جوړولو په برخه کې هم د افغان لورى سره د مرستې ژمنه کړې ده. دغه تړون د اطلاعاتو ،فرهنګ او توريزم وزير داکتر رهين او د هند د توريزم د وزيرې ميرمن رينو کاچودرى ترمينځ په کابل کې لاس ليک شو .رهين وويل دغه وزارت په پام کې لري په راتلونکو پنځو کلونو کې په هيواد کې ٣٠ توريستى سيمې د توريستى کليو تر نامه لاندى جوړى کړى . ",د توريزم په ډګر کې دافغانستان او هند ترمينځ تړون 142,حقمل," د ارزګان والې منلې ده چې د ملى اردو او اييتلافى ځواکونو د ګډو عملياتو په ترځ کې د چار چينو په ولسوالى کې يې ٩ تنه طالبان وژلى او ٦ تنه نور شکمن طالبان يې نيولى دى . د ارزګان والى په دغه ولايت کې د طالب اورپکو ديو مشر قوماندان د نيولو خبره کوى ، چې ملا عبد الخالق نوميږى . ",په ارزګان کې ٩ تنه طالبان وژل شوى دى . 143,حقمل," د پکتيکا د تندر د قول اردو درستيز وال ثناوالحق په دغه ولايت کې د يو ماين د چاودنې له امله له خپلو دريو تنو ساتونکو سره يو ځاى ټپى شوى دى . په چاودنه کې د درستيزوال ډريو ر وژل شوى دى . ويل شوى دى چې دغه چاودنه دريموټ کنترول له مخې رامنځ ته شوې ده .چاودنه د پکتيکا ولايت د ارګون اوبرمل ولسواليو ترمينځ د مندى کندو په سيمه کې د سړک په غاړه رامنځ ته شوې ده . ",د پکتيکا د تندر قول اردو درستيزوال ټپى شوى دى 144,حقمل," د افغانستان د پارلمان د زړې ودانۍ د بيا جوړولو کار چې په کال ١٣٣٨ کې جوړه شوې وه د ٥٠٠ زرو ډالرو په لګښت د فرانسې ، ايتاليا ، جرمنى ، هندوستان او ترکيې په مرسته او ګډو همکاريو بشپړ شوى دى . ودانې په اتو مياشتو کې ورغول شوه .د پارلمان زړه ودانۍد جنګونو له امله ورانه او ويجاړه شوې وه . دغه ودانى ١٢٠ خونې او د غوندو دوه ستر سالونونه لري . دودانۍ په تصويرى او صوتى برخه کې ملګرو ملتونو مرسته کړې ده . د لنډمهالې د دارالانشا د مشر لودين پروينا د پارلمان د غوڼدې د جوړيد او دوکيلانو له پاره په لوژستيکى ، ترانسپورتى او امنيتى برخه کې اړين تيارى نيول شوى دى . د ښځينه وکيلانو له پاره په صافى هوټل او دنارينه وکيلانو له پاره په انتر کانتيننتال هوټل کې د اوسيدو بندو بست شوى دى . ده وويل دليندى ١٨ نيټه د وکيلانو له پاره د پيږند ګلوى اونۍ اعلان شوې ده . همداشان د پارلمان د لومړى غونډې دپوره امنيت له پاره د دملى دفاع د وزير ستر جنرال تر مشرى لاندى يو کميسيون جوړ شوى دى چې په دې برخه کې کار کوي . ",د پارلمان زړه ودانۍ ورغول شوه . 145,," جلالزی د ایران یوه مسافر وړونکې الوتکه له یو لس پوړیزه ودانۍ سره لگیدلې او 115 تنه پکښي وژل شوي دي  د ایران دولتي تلویزیون د نوموړي هیواد د بیړنیو مرستو د چارواکو او د ایراني پوځ له قول خبر ورکړی پیښه تیره ورځ د تهران د مهراباد هوایي اډې ته څیرمه رامنځ ته شوه . چارواکي وایې دا الوتکه چه د ایران په پوځ پوري اړونده وه او دگڼو شمیرو خبریالانو په سپرلۍ سره د ایران د سویل په لور د یو پوځي جشن د مراسمو په موخه د مهراباد له هوایي اډې الوتې وه له تخنیکي ستونزو سره مخ او په ودانۍ ولگیده . عیني شاهدان وایي د ودانیو دوو پوړونه یې په اور کښي پټ لیدلي او په خپله په ودانۍ کښي هم 21 تنه اوسیدونکی په دې پیښه کښي له مینځه تللي دي . د ایران د پلازمینه تهران د روغتون مامورین وایي په الوتکه کښي سپاره ټول کسان وژل شوي . د نوموړي هیواد استخباراتي مامورین وایي داسي شواهد نه لیدل کیږي چه د پیښي تر شا ده د تروریستانو لاس وي . ",دايران د الوتکي په پېښه کي ١١٥ تنه وژل شوي دي 146,," د ارواښاد بزګر د مړينې له کبله په خواښينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د دعوت خپرونې د مسوؤل چلوونکي ښاغلي طارق بزګر پلار عبدالقيوم بزګر د ورپېښې شوې ناروغۍ له امله په پېښور کې له نړۍ سترګې پټې کړې .  انا لله و انا اليه راجعون  موږ په داسې حال کې چې د دغه خواخوږي افغان مړينه يوه لويه ضايعه بولو ،له هر يوه ښاغليو عبدالصمدملکزي ، ډاکټر محمد فريد بزګر ، محمد طارق بزګر او محمد اشرف باتور سره په دغه غم کې ځانونه شريک ګڼو . ارواښاد بزګر ته د لوی خدای په دربار کې د فردوس جنت دعاګانې کوو . په درناوی د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د مشرتابه جرګه  جرمني ، د کولن ښار ", د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د غمشريکۍ پيغام 147,,"   د افغانستان د ملي پوځ يو نوميالی افسر او زړور ليکوال جنرال رحمت الله ساپی په پردېسۍ کې وفات شو . انا لله و انا اليه راجعون ارواښاد جنرال ساپی يو هېوادپال افسر ، د روسانو د يرغل په کلونو کې د جهاد او مقاومت د ليکو يو نامتو قومندان او د نظامي او سياسي چارو يو څېړونکی و . ارواښاد ساپي يو شمېر مهم آثار ليکلي او خپاره کړي دي . د هغه ليکنې د افغانستان د وروستيو دوو لسيزو ډېرې مهمې پېښې د حقايقو په رڼا کې راسپړي . د هغوي کورنۍ ، دوستانو او د آثارو مينه والو ته تسليت وړاندې کوو او اروا يې ښاده غواړو. په درنښت د ټولنې د مشرتابه جرګه ",د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د خواشينۍ پيغام 148,حقمل," د پوهنې وزارت مرستيال صديق پتمن ويلى چې تر اوسه پورې د هيواد له مرکز او ولايتونو څخه لوړو زده کړو ته د شاميليدو په موخه ٤٢٣٧٠ زده کونکو د کانکور ازموينې له پاره نومونه ثبت کړى دى . په داسې حال کې چې د افغانستان دلوړو زده کړو وزير وړاندې له دې ويلى وو ،چې يوازې ١٤٠٠٠ زده کونکى به د لوړو زده کړو موسساتو ته جذب شي . پتمن وايى د سږنىکال دشميرې له مخې په هېواد کې ټول ټال٦ نيم ميليونه زده کونکى په زده کړه بوخت دى . ده وويل د هېواد د سړو سيمو د ښونځيو کلنۍ ازموينې نن پاى ته ورسيدې . ",٤٢٣٧٠زده کونکو دکانکورله پاره نومونه ثبت کړى . 149,ولي الله شاهین," امیل داوښکو له قطرو جوړوم داستان دخپلو اندیښنو جوړوم یار ته مې خط لیکم داوښکو په نم رنگ یې دوینو له سرخو جوړوم چې يې دزړه په پوله ځان وکرم دیوان د خپلو قصیدو جوړوم خو بې وفا جانان به هله پوه شي چې دژوند کور په هدیرو جوړوم دکم نصیبو داسې کم نصیب وي دمینې خیال هم له خوبو جوړوم دارامۍ اودسکون په تمه زه خپل ایمان له زلزلو جوړوم زه دالله دربار ته سوال کومه زارۍ له اه اوفریادو جوړوم چې دزړگی ماڼۍ مې دنگه لري زه خپل لښکر له امیدو جوړوم که مې جانان دمینې سوال نه مني شاهین خپل کور په دنگو غرو جوړوم     رحیم گل څاروان ",امیل داوښکو 150,حقمل," د القاعده ډلې دويم مشر الظواهرى له خولې په يو نوى ويديوټيپ کې چې دالجزيرې ټلويزن خپور کړى راغلى چې (اسامه ژوندى دى او د لويديځو هېوادنو پر ضد دجهاد مشرى کوي ). ددغو ويديو ټيپ د خپريدو نيټه نه ده معلومه .ده ويلى ( القاعده د پراختيا او ځواکمنۍ په حال کې ده ) . ",اسامه ژوندى دى . 151,حقمل," د لغمان ولايت مرکز کې د ولسې جرګې د وژل شوى غړى جنرال عصمت الله محبت پلويانو نن مظاهره وکړه او غوښتنه يې کوله چې د محبت قاتلين د دوى ته وسپارى او دولت د په ولسى جرګه کې د وژل شوى وکيل څوکى د ده ورور ته وسپارى .د لغمان والى د مظاهره کونکو غوښتنې ناشونى او غير قانونى وبللې . د ده له انده قاتلينو او مجرمينو ته جزا ورکول د افغانستان د قضايى او عدلى ادارو دنده ده . ",په لغمان کې د وژل شوى وکيل دپلويانو مظاهره وشوه 152,حقمل," د نړيوالو خبري رسنيو دخبر له مخې د ايران د غورځيدلې الوتکې له امله ١٢٨ تنه مړه او ٩٠ تنه نور ټپيان شوى دى . ددغه الوتکې ټولې سپرلۍ چې يو شمير داخلى او بهرنى خبريالان هم په کى وو مړه شوى دى . په روان کال دا څلورمه الوتکه ده چې په ايران کې رالويږي . ",د ايران د غورځيدلى الوتکې دقربانيانو شمير ٢١٨ تنو 153,حقمل," د سعودى عربستان د پادشا ه ملک عبدالله په پرانيستونکې وينا سره نن د مکې مکرمى په قصر الصفا کې د اسلامې کنفراس د مشرانو دريمه غونډه پيل شوه . دغه دوې ورځينۍغونډې ته د شا اوخوا ٥٠ هېوادونو مشران او لوړپوړى چارواکى ورغلى دى . د عربستا پادشاه د اسلامى هېوادونو په معارف کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې اسلامى يوالۍ په وينو تويونې لاس ته نه راځي .ده په منځ لارۍ ټينګار وکړ او د زورزياتى لاره يې رد کړه . ده خواشينى وښودله چې ځينو اسلامى مملکتونو خپل موقعيت د پخوا په پرتله له لاسه ورکړ ىدى .ده وويل اسلامى هېوادونه بايد په نړۍ کې خپل سياسى او فرهنګى ځاى بيرته پيدا کړي . دغې غونډې ته دافغان ولسمشر حامد کزى هم ورغلى دى . د عراق مشر جلال طالبانى لا د وړاندى هيله څرګنده کړې وه چې اسلامى هېوادونه بايد په عراق کې داوسنىسياسى تګ لارى ملاتړ وکړى او ترخګرى وغندى . ",په قصر الصفا کې د اسلامى هېوادونوغونډه . 154,,"   په ډېره خواشينۍ سره موخبر ترلاسه کړ چي د ګران هيواد نامتو ليکوال ، شاعر او د افغانستان د وسله واله پوځ پخوانی جنرال ارکان حرب رحمت الله ساپی د هغه ناروغتيا له امله چي ورپېښه سوې وه په پردېسۍ کي وفات سو .                                                انا لله وانااليه راجعون د افغان سېنما تياتر مرکز د جنرال رحمت الله ساپي مړينه د خپل هيواد يوه لويه ځايه بولي هغه ته د لوی خدای ج له درباره مغفرت او درنې کورنۍ ته يې دصبر جميل غوښتنه کوي . روح دي تل ښاد وي   انجنير فريدالله ساپی د افغان تياتر او سېنما مرکزمطبوعاتي اداره   - کولن جرمني ",د افغان تياتر او سېنما د مرکز د خواشينۍ پيغام 155,," په بلجیم کې دمېشتو افغانانو دخواخوږۍ پیغام  په ډېره خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چه دروان کال د لیندۍ (قوس) په 13مه نېټه الحاج عبدالقیوم بزګر له دې فانی  نړۍ څخه سترګې پټې کړې. انالله وانا الیه راجعون   الحاج عبدالقیوم بزګر دیو روڼ آندی او منورې څېرې په توګه دخپل وس تر بریده وطن او خلکو ته چوپړ کړیدی، چه تر ټولو لوړ او ښه چوپړ یې خپلې ټولنې ته د پوهو، ښو او هېوادپالو بچیانو ډالۍ ده. مونږ ټول د الحاج عبدالقیوم بزګر دناڅاپې مړینې په غم کې ځانونه د ارواښاد له کورنۍ ،مینه والو او ټولو افغانانو سره شریک ګڼو. له لوی څښتن تعالی څخه مینه والو او د ارواښاد د کورنۍ غړو ، ډاکټر عبدالصمد ملکزی، ډاکټر فرید بزګر ، ډاکټر طارق بزګر ،محمد اشرف باتور ته د زړه صبر غواړو. ددعاوو او هیلو تر څنګ خدایبخښلی ته د لوۍ او بخښونکی څښتن تعالی څخه د فردوس جنت او ښاغلو ډاکټر فریدبزګر او ډاکټرطارق بزګر ته د لازیات زغم غوښتنه کوو. آمین ثم آمین  په بلجیم کې د پوهاوی ، مرستې او پیوستون د ټولنې د مشرتابه جرګه ګۍ  بروسل - بلجیم ",په بلجیم کې دمېشتو افغانانو دخواخوږۍ پیغام 156,افغاني کلتوري ټولنه - هالنډ,"   په ډیره خواشینۍ سره خبر شوو چي د افغانستان د یوې خدمتګاري کورنۍ لارښود، حقوقپوه الحاج عبدالقیوم بزګر په ناڅاپي توګه  له دې فاني نړۍ سترګي پټي کړي . لوی خدای ج دی یې وبخښي. ( امين )   الحاج عبدالقیوم بزګر نه یوازي پخپله د هیواد او اولس خدمت په پوره صداقت کړی  بلکي په خبپه کورنۍ کي یې د پوهي داسي یوه دایمي ډ یوه بله ساتلې چي نن یې په رڼا د ګڼ شمیر افغانانو سترګي روښانه کیږي او هغه د    هغه ، هغه خدمتګار بچیان دي چي شپه او ورځ د اولس او هیواد په خدمت کي زیار ګالي.   په هالند کي دافغاني کلتوري ټولني مشرتابه جرګه ګۍ او غړي الحاج ارواښاد بزګر ته په هغي دونیا کیي هم رڼایي او فردوس جنتونه غواړي او له درنې کورنۍ سره یې ، په ځانګړې توګه د دعوت د ملي خپروني موسس او چلوونکي ښاغلي محمد طارق بزګر سره ځانونه په دغه ستر غم کي شریک ګڼي او ورته د زړه له تله تسلیت غواړي. د الحاج ارواښاد عبدالقیوم بزګر اروا دي ښاده او یاد دي یې تلپاتي وي.   په هالند کي د افغاني کلتوري ټولني د مشرتابه جرګه       ",په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني د خواخوږۍ پيغام 157,پوهنوال ډاکتر نظرمحمد سلطانزئ (جرمني)," دهستې فزيک پوه او دطبي فزيک متخصص پوهنوال ډاکتر نظرمحمد سلطانزئ (جرمني) دکابل پوهنتون پخوانۍ استاد   دپورتنۍ موضوع په هکله که اجازه راکړۍ نو غواړم چې زه هم په خپل وار سره يو څه وليکم  . په دې هم زه باور لرم چې زما وړانديز او سم سيخې او یا په بل عبارت کلکې او نېغي خبرې به دډیروافغانانوپه زړه او فکر بدې ولګيږي . خوپه هر حال دازما شخصي نظر او عقيده ده . لومړې بايد چې دپورتنۍ  ستونزي علمي او تاريخي تشخيص اوڅيړنه وشي او بيا يې درمل وشي   ١- دپښتون قام دمورنۍ ژبې ستونزه زه په خپل فکر سره يوه روحي ناروغۍ ګڼم پښتانه  دروحي ناروغئ يوه داسې پړاو ته رسيدلي دي چې دپښتو ژبي نوم اخیستل ورته شرم بريښي، ددري ژبو کسانوپه منځ کې  په پښتو ژبه خبرې کول ډير غلط  اونا سم ګڼي دا ځکه چې دري ژبه ددربار ژبه ده او دبلې خوا ددې مخه نیسي تر څو دفاشيست نوم ورباند څوک کې نږدي. همدارنګه دغه راز فکرچې ګڼه  پښتو د افغا نستان دډيرکيو ژبه ده او په هر ډګر کې ورڅخه دفاع وکړي دغه پياوړتوب هم نه لري   بر سيره پردي چې ډير روڼ فکره پښتانه که دولتي مقام لري او که نه ديوه قام د تار يخي  هويت پيژندنې په اړوند  دمورنۍ ژبې په خاص اهميت او رښتوني حق باندې په اسلامي اونړيواله کچه پوره خبر دي او ژور علمي معلومات لري خو سره دهغې هم هيڅ ډول عملی پاڅون نه کوي. د بيلګي په ډول په قران شريف کې راغلي دي: ولا تنس نصيبکا من الدنیا : ژباړه : مه هيروئ تاسې خپل نصيب په دې نړۍ کي ( دبيلګي په ډول لکه ژبه کوم چې خداې هرقوم ته په نصيب ورکړې ده) ٢-دپښتو ژبې اصلي دښمن پخله پښتون دې او نه بل څوک څرنګه چې د پاس دليلونوپه اساس دروڼ فکره پښتنو دناروغۍ تشخيص وشو نو او س به يې ددرمل يا علاج په هکله وړاند يز وکړم ١-  په پښتو کې يو متل دئ ( تر څوچې هلک وه نه ژاړي مور يې تئ نه ورکوي). دا په دې مانا چې بايد پښتانه پخپله د پښتود عام کولو لپاره را وپاڅيږي او قرباني ورکړي تر څو په ټول افغانستان کې لکه په ښوونځيو، عالي موئسسو، پوهنتونو دولتي دفترو اوبهرنيو سفارتونوکې يوازي پښتو دډيرکيو ژبو په   صفت په ملي او رسمي توګه وچليږي . دلته بايد چې دلوې پښتون ملي ښخصيت وزير صايب محمد ګل مومند علمي خبرې ديادولووړدي لکه چې وايي: (پښتوويل، پښتو ليکل او پښتو چلول) ٢- د کابل  ،خوست ننګرهار، کندهار ، هلمند اودهيواد په نورو ټولو ښارونو کې بايد دپښتو ژبې د رسمي اوچلولو په اړوند ولس او زده کوونکې په ګډه سره اوږد ې مودې لپاره مظاهري پيل او دوام ورکړي.    ٣- دهيواد په ټولو ورځپانو کې او همدارنګه په نړيواله کچه د پښتو ژبې د حق نه ورکولواو تر پښو لاندې کولو په اړوند خپرونې وشي ، کنفرانسونه وشي او هر اړخيزه غوندې وشي اودولت و غندل شي او نيوکې ورباند ې وشي. نوموړو غونډو ته بهرني ژورنالیستان او ژب پوهان را وبلل شي .  د ورته موضوع په اړه نور ډېر څه ددې ځای په کښېکاږلو لوستلای سی ",په مورنۍ ژبه دزده کړې اړتیا 158,نعمان دوست - کابل," نعمان دوست   په مدرسه کې مې دوهمه اوونۍ   پوره کېدونکې  وه ، خولا مې  دزړه ملګرى نه و پيدا کړى ، دا ځکه چې يو ازېتوب مې خوښ و، غلى به چېرته نا ست وم، کله به مې کتاب کوت او کله به په خپلو سوچونو کې ورک وم .   ماته خپل  يوازېتوب  او زموږ استاد ( شيخ ) ته زما دغه عادت خوند ورکاوه . دجمعې مبارکه شپه وه ، دماسخوتن له لمانځه ورو سته په  عربي دعاووکې چې په  ( اللهم ) پيل کېدې دعراق ، فلسطين ، کشمير ، چيچنا او افغانستان مجاهدينو برياليتوبونه وغوښتل شول .  ددعا له پاى  ورو سته لسو – لسو طالبانو په خپله نا سته دايرې جوړې کړې  شيخ زموږ دايرې پلو راغى ، زما په ګډون  ټول ورته پورته شو . دهغه لکه چې زه  ښکار وم ، سترګې را باندې ښخې کړې  وې . يو حديث او دانفال سورت څو مبارک آيتونه يې تلا وت کړل  او بيا يې په ترکيه کې صليبي جګړې او هغه مهال پر مسلمانانو شوي ظلمونه ، داسرائيلو په شوبلو د فلسطينيانو کورونه ورانول ، دعراق دابو غريب زندان دنه اورېدو کيسې او دګو  نتا نامو زندان نکلونه شروع کړل ، لهجه يې ورو- ورو جدي کېده  اوپرخوله   سر بېره يې لا سونه هم په حرکت را غلل .  موږ ټول غلي وو ، يو نا څاپه شيخ ته دمخامخ نا ست ملګري په لوړ غږ له خولې دالله اکبر ناره پورته شوه  او بيا   داسې جذبو پسې وا خستو چې که امريکايي ته ورته بل څوک  موهم ليدلى وى نو سر موپرې الو ځاو ه  .  شيخ خپل ښي لاس زما پر کيڼه او ږه کېښود او څو شيبې يې را ته داسې کتلې چې دهغه په سترګو کې زما مخ ښکارېده . شيبه وروسته يې  ګوتو ته فشار ورکړ او بيا دبارک الله په ويلو رانه روان شو .  نن شپه زه يوا زې نه وم ټوله شپه کله په عراق ، کله په فلسطين او کله په افغانستان کې د امريکايي ځو اکونو مقابلې ته و لاړ وم خو دمقابلې توان مې نه لره . کله به مې وې را ځه پر يوه ټوپ کړه خو چې نتيجه به يې يوازې راته خپل مرګ ښکاره شوه ، بيرته به غلى شو م .  په همدې چورتونو کې وم چې دالله اکبر دسپيڅلې کلمې انګازې د جومات له لوړو منارو نه لکه سپينې کوترې په هو ا شوې .  نن مې ټوله ورځ  دشيخ په انتظار کې تېره شوه ، ما سخوتن شيخ چې له سپينو پيڅو يې ټنډې پنډۍ  ښکاريدې او دتسبو په اړولو يې شونډې خوځېدې زموږ خواته را غى . خو دا ځل يې له کېناستو وړاندې له لاسه ونيولم او خپلې خونې ته يې چې دطالبانو له  اتا قونو جلا جوړه شوې وه ، بوتلم .   دخونې په منځ کې شين جاى نماز او ار و، پر مخامخ ديوال دافغانستان نخچه چې په ډېرو برخو کې يې  سرې دايرې وې ځړېدلې وه ،  کټ ته پر مخامخ کوچني مېز  قرانکريم او څو عربي رسالې ايښودل شوې وې ، دچاى له پيالې سره يې درې خرما راته مخ ته کېښودې او بيايې دتېرې شپې کيسې راته داسې وکړې ماوې که هرڅه په خپلو سترګو وينم .  شيخ ودرېد نخشې ته يې لا س ونيو او بيا يې ووې : ددرېيم خليفه په وخت کې دلته داسلام مبارک دين را غلى خو اوس ...  ژريې بيا خبره پيل کړه : داسرې دايرې  وينې دا د کفارو شتون ښيي او که تا غوندې ځوانان همداسې ارام  کيني نو ټوله نخچه به له سرو دايرو ډکه شي .   دشيخ اتا ق ته تګ زما دهرې شپې دکار يوه برخه وګرځېده . کتا ب لوستل رانه پاته شول او له نورو خلکو نه کرکه مې هم تر پخوا زياته شوه .  نن شپه يې چې خونې  ته لا ړم له چاى څښلو روسته را ته ښه نږدې کېناست او بيايې ووي :  ما شاالله رښتياهم چې تا دا فاني دنيا ښه پېژندلې ده ، ډېره بې وفا او هيڅ مينه ورسره نه ده پکار ، اصلي   دخوند او رنګ دنيا بله ده ،  څو مره چې ژر کېداى شي ،  ورتګ پکار دى،  خو هلته خالي لا س ورتګ ګټه نه لري  قرباني غواړي او هغه هم داسې قرباني ،  چې ملا يکې يې  جنازه پر او ږو وا خلي .  او بيايې  دهغې دنيا داسې صفتونه بيان کړل چې زه يې په تېر شوي عمر پښېمانه کړم .    پس له دې ما هره شپه نا ليدلي جنتونه په خوب ليدل او هره ورځ يې دورتګ په لټه کې وم، ځکه ما مور او پلا ر په وړکوالي کې له لا سه ورکړي وو، مينه او نا ز مې نه پېژندل ډېر  رټل شوى او ځو رو ل شو ى  وم .   دا جمعې  شپه شيخ له ما سخوتن لمانځه وروسته جذباتي تقرير وکړ او بيا يې دخبرو په منځ کې غږ کړ  : څوک دخداى په لا ره کې قربانۍ ته حاضر دى ؟ نورو ګوتې پورته کړې او زه ټول پورته  شو م . شيخ ته زما پورته کېدو خوند ورکړ   او خپلې خونې ته يې بوتلم .  له اوږدو خبرو روسته يې وويل ايا ته تيار يې چې ، دڅو ورځو ستړي ژوند په بدله کې دايمي او له خو نده ډک ژوند واخلې ؟ زه له ځايه پورته شوم  ماوې کوم دې ؟  هغه موسک شو او بيا يې دالمارۍ له شاه نه يو تور بيک را واخست ، ټول له لينونو ډک و ، له بيک نه يې تور واسکټ را وايست د وا سکټ دننه له يوې خوانه شين او له بلې  خوانه سور لين را وتې وو .  دلينونو له سرونو لکه ټپي ګوتې پلسترونه راتاو  و ، شيخ خپل کميس وايست وا سکټ يې وا غو ست او بيايې پرې کميس وا غو ست ، له ګرېوانه يې  دواړه ليننونه راو ا ېستل :  چې کله ټا کل شوي ځاى ته ورغلې ،  له لينونو به پلسترونه لرې کړې ، دو اړه به يوځاى کړې او بيا به  له يو ډز سره دا سې ځاى کې ناست وې چې په خوب به دې هم نه وي ليدلى .   ما چل ښه زده کړ ، خو ومې پوښتل : که لينونه کارونه کړي ؟ ويې خندل تا يوازې نه ليږو، بل نفر به درسره وي او بيا يې يوه وړه ا له چې خدازده دبشر دحقونو په  کوم مدا فع ملک کې به جوړه شوې وه ؟ را واېسته  او زياته يې کړه : هغه به دغه سره تڼۍکېکا ږي او کار به وشي .   دا ځل يې راته دوه درې  وړې رسالې چې په ار دو ژبه ژباړل شوې وې ، راکړې ، په دې رسالو کې دهغو فلسطيني او عراقي  تنکيو ځوانانو عکسونه وو چې ځانمرګي بريدونه يې کړي وو .  ددغو رسالو لوستلو او دعکسونو ليدلو زما جذبې نورې هم  را ولړزولې .  يو ه شپه له لمانځه وړاند ې دشيخ خونې ته لاړم . له سلام نه مخکې  مې رسالې  پرميز ورته کېښودې  : زه له دې ځوانانو څه  کم يم ، ژر لا ر  را ښييه !  هغه په دې خبره څو ځلې ما شاالله تکرار کړه  او بيا يې له يو بل ځوان سره مخامخ کړم .  په سبا له اوږده مزله وروسته چې ټول  دغرونو منځ کې و، يوې نا شنا سيمې ته را ورسيدو ، له لرې  دغه سيمه خړه او له تيږو ډکه ښکارېده ، خو داسې  ځايونه پکې جوړ وو چې هيڅ ګومان پرې نه کېده ، له دې سيمې به هره تياره ماښام  له هماغه ځوان سره  را ښکته شوم ، شپه به مو  بازار کې تېره کړه او بيابه په ښارکې په موټرسا يکل ګر ځېدو . نن  ورځ ډېر و نه ګرځېدو ، وختي هوټل ته راغلو ، له ډوډۍ ورسته  پرېکړه وشوه چې بايد په وخت ويده شم او سبا  په جوړېدونکې غونډه کې خپله  وظيفه سرته رسوم . واسکټ مې وا غوست ا و له هماغه ځوان سره دغونډې ځاى ته لاړم ، ګڼه ګوڼه وه  يو – يو کل سرى چې تورې عينکوو يې سترګې پټې کړې وې ګوته په ماشه ولا ړ وو . دخلکو منځ ته ننوتم ، يوه لړزه را باندې را غله  ورو مې  د پټوله  لاندې لينونو نه  په خاص مهارت پلسترونه لرې کړل،  کله مې سترګو ته ناليدلي جنتونه او کله مې  شاو خوا ځوانانو ، بوډاگانو او ماشو مانو ته کتلې ، حيران وم . ښکلي ا و ښايسته جنتونه راته ددې تر خه ژوند په بدله کې ورو- ورو بدرنګه ښکارېدل  او ددومره خلکو دوژنې په  مقابل کې جنت ګټل راته يو ه  جواري  ښکاره شو.  نه پو هېدم څه وکړم ، لينونه مې  بېرته پټ کړل او په را وتو شوم ، پر  لرې ولاړ ملګري مې سترګې ونښتې ،   را باندې پوه شو، لا دخلکو له منځ نه را وتلى نه وم چې  غړز شو،  له غړز سره  چيغې شوې او  زه هم له خپلې چيغې سره نيغ په خپل ځاى کښېناستم او چې څنګه مې سترګې پرانستې نو دهوټل ټول مساپر راته ولا ړ وو .   کابل –  قلعه زمانخان  د ١٣٨٤ کال  دزمري ١٦  مه                  ",سرې دايرې 159,,"   په کابل کې دائتلافي ځواکونو له لوري په خپرې شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دافغانستان سهیل ته دکندهار په شمال کې دغه ځواکونه دمخالفو طالب جنگیالیو له لوري دیو لړ چاودنو لاندې راغلي. ددې چاودنو په ترڅ درې امریکایي او درې افغان امنیتي سرتیري او دوه نور دائتلافي ځواکونو سرتیري ټپیان شوي او دخبر پاڼې په لیکنه دیارلس طالب جنگیالي هم وژل شوي. یو امریکایي سرتیری له ډېر ټپي کیدو له امله جرمني ته ددرملنې لپاره وړل شوی. اودنورو ټپیانو سرتیرو روغتیایي حالت ښه ښودل شوی. ",پرافغان او ائتلافي ځواکونو چاودنې شوي. 160,حقمل," افغان سرحدى پوليسو د کابل په هوايى ډګر ګې د چين هېواد ته تلونکۍ د ګانا يو تبعه چې ٣ کيلو ګرامه هيرويين يې له ځان سره ليږدول نيولى دى .د هوايى ډګر د سرحدى پوليسو مشر ويلى دى چې په روان کال کې داڅوارلسم بهرنى دى چې د نيشه يى توکو د قاچاق په تور نيول کيږى . ده ويلى نيول شوى کس دوې ورځې وړاندى د تورخم له لارې له پاکستان څخه په جعلى پاسپورت افغانستان ته داخل شوى دى . ",يو ګانايايى تبعه په کابل کې نيول شوى . 161,حقمل," د نړيوالو خبرې رسنيو له خولې پوليسو د مسکو په يو هوايى ډګر کې يو ١٣ کلن ماشوم نيولى چې په گيډه کې يې ٨٤٠ ګرامه هيرويين درلودل .وروسته ماشوم د مسکو د ماشومانو په يو روغتو ن ته ليږدول شوى او دعملياتو په ترځ کې يې له خيټې څخه هيرويين چې په کڅوړو کې ځاى پر ځاى شوى وو ، ايستل شوى دى . پوليسو ويلى دى چې دغه ماشوم له خپلې مور سره يوځاى د تاجکستان څخه راغلى وو .د ماشوم مور هم د پوليسو په بند کې ده او پوښتنې ترې روانې دى . ",د١٣ کلن ماشوم له گيډې څخه د هيرويينو ايستل 162,حقمل," په هغه خونړۍ نيښته کې چې د سه شنبې په روځ د پاکستان په شمالى وزيرستا کې د ميرانشاه ښار ته نيږدى په قبايلى سيمه کې د شوکمارنواو طالب اور پکو تر مينځ شوى ١١ تنه شوکمار او ٤ تنه طالب اروپکې وژل شوى دى . د ځينو وژل شويو شوکمارانو مړى د طالب اورپکو له خوا د بريښناپر خدو ځړول شوى دى . ",په شمالى وزيرستان کې ١٥ تنه وژل شوى . 163,حقمل," ٣ تنه بهرنيان چې د امريکا ،بريتانيا او هندوستان دى د غير مجاز وسلې په ليږد د افغان محکمې له خوا په دوو - دوو کلونو زندان محکوم و گڼل شول . دغه درې تنه څه موده وړاندې د وسلې د قاچاق په تور د پوليسو له خوا په کابل کې نيول شوى وو.درې واړو تورنو کسانو په خپلو دفاعيوکې ويلى چې وسله يې د خپل خوينديتوب له پاره له ځانو سره لرلې . د محکمې مشر قاضى مولى زاده وويل مجرمين کولاى شى د استيناف غوښتنه وکړى . ",٣ بهرنيان په کابل کې په ٢ کالو بند محکوم شول . 164,حقمل," د کورنى او بهرنى امنيت پرخلاف د جرمونو ابتدايه محکمې پرون د يوې قِضايى غوڼدې په ترځ کې حشمت الله او محمود ( دکو) چې په وسله والو غلو او شوکماريو تورن بلل شوې وو، هريو ته د اعدام سزا واورول شوه . دوه نور تورن کسان په شل او ١٦ کالو بند محکوم وبلل شول . د محکمې قاضى وويل پريکړه وروستى نه ده تورن کسان کولاى شى د استيناف او تميز غوښتنه وکړى . ",دوو افغانانو ته د مرګ سزا واورول شوه . 165,حقمل," افغانستان پولې ته نيږدې د پاکستان په جنوبى وزيرستان کې د جنډوله په ښارگوټى کې يوه سخته چاودنه شوى چې په ترځ کې يې ١٢ تنه مړه او ٤٠ تنه ټپيان شوى دى . د لومړنيو رپوټونو له مخې دغه چاودنه په يوهوټل کې چې شا او خوا يې د وسلې دوکانونه دى ،رامنځ ته شوې ده . د پېښې نور جزيات تر اوسه نه دى څرګند شوى . د وروستيو پېښو له مخې په شمالى او جنوبى وزيرستان کې حالات ترينګلې دى او ورځ په ورځ تريخوالى پکې په ډيريدو دى . ",په جنوبى وزيرستا کې يوه زوره وره چاودنه شوې . 166,حقمل," د نړيوالو خبرى رسنيو له مخې د چين په شمال کې دډبرو سکرو په يو کان کې ٧٤ تنه وژل شوى او ٣٢ تنه نور لا درکه شوى دى .څو ورځې وړاندې هم په ورټه پېښه کې دډبرو سکرو په يو کان کې ډير شمير کارګران وژل شوى وو. ",د چين دډبرو سکرو په يوکان کې ٧٤ کسان وژل شوى 167,حقمل," په هغه ځانمرګى بريد کې چې نن په يو ښارى بس کې د عراق په پلازمينه بغداد کې رامنځته شو ٣٠ تنه وژل شوى او يو شمير نور ټپيان شوى دى . ديو شمير ټپيانو حالت چې روغتون ته ليږدول شوى د انديښنې وړ بلل شوى . ",په عراق کې په يو ځان مرګى بريد کې ٣٠ تنه وژل شوى 168,حقمل," په کندهار کې د بينوا دخبريال دخبر له مخې نن سهار د کندهار د لويې ويالې په سيمه کې د يونما په يو کارکونکې چې د خپل کور څخه ددفتر په لور روان وو د نامعلومو وسله والو کسانو له خوا پرې ډزې شوى دى او ټپى شوى دى . پوليسو ويلى چې د پېښې په اړوند يې پلټنې پيل کړى دى او تراوسه يې څوک د پېښې په تور نه دى نيولى .ويشتل شوى کس اسدالله نوميږى چې د يونما په ميلمستون کې کار کوى . ",د يونما يو افغان کارکونکۍ په کندهار کې ټپى شو. 169,حمقل," د وژل شوى وکيل جنرال عصمت الله يو زيات شمير پلويانو د دريمې ورځې له پاره نن يو ځل بيا د مهترلام په ښار کې لاريون تر سره کړ اود والى او امنيه قوماندان د گوښه کيدو غوښتنه يې کوله . دوى دغه وژنه يو پلان شوى کار وباله او غوښتنه يې وکړه چې قاتلين ورته وسپاري . همداشان د کابل ښار د فروشکاه په سيمه کې يوډير شمير هټۍ والو اود سړک دلارو پلورونکو په يو لاريون سره ددولت څخه وغوشتل چې دوى ته دى د کار او بار له پاره مناسب ځاى په واک کې ورکړى او د کابل له واټونو څخه د امنيتى خنډونه لرى کړى . د يادولو وړ ده چې د سرينا هوتل په پرانيستلو سره د شاو خوا واټونو يو زيات شمير د سړک د غاړو پلورونکى له دغو واټونو څخه د پوليسو ، ترافيکو ، کابل شاروالى او نورو امنيتى چارواکو له خوا شړل شوى او دغه مهم واټ هم دترافيکو پرمخ تړل شوى دى . ",په لغمان او کابل کې لاريونونه . 170,رحیم گل څاروان-کابل,"   کله چې ته وخاندې اویاهم نرۍ غوندې موسکا وکړې زما دزړه ولاړې کلکې ستنې لاړې شي نسکورې شي دزړه چت مې هم راپرېوځي بس دمینې دنیاگۍ یې غېږ کې ونیسي مینه ترې تاو راتاوه شي په کلک پړي یې وتړي په لاس چاړه را واخلي لکه بې رحمه اوظالم قاتل چې په وینه نه مړيږي مزبوت مزبوت یې ووهي او دا خوارکی هم توبه وباسي کمزوری شي، تابع یې شي ورته لاس په سینه کېږدي اوبس ټوله مینه مینه شي میئن شي پر تا ستا دیوې وړې موسکا اوخندا لپاره ",کله چې ته وخاندې 171,,"   دنوي هېلي پنځلسمه گڼه چي دافغانستان دستر ليکوال ،اديب ،مؤرخ او پيژندل سوي څيړونکي پوهاند علامه عبدالشکور رشاد لومړي تلين ته ځانگړې سوې ده پر ليکه شول . ( نوې هيله ) چي مسول چلوونکی يې ښاغلی حبيب الله غمخور دی ، او د کمپيوټر چاري يې ځوان شاعر هيواد شېرزاد مخته بيايې د سوېډن د مالمو د ښار څخه خپرېږي . د يادي شوي خپروني د لوستلو له پاره دا ځای کښېکاږی ",د ( نوې هيله ) پنځلسمه ګڼه پرليکه شوه 172, ګل آغا احمدي وردك,"  ګل آغا احمدي وردك  ولسي جرګه يا پارلمان د يوه هيواد د ملي او ګډ كور حيثيت لري. پدې مانا چې د اړوند هيواد د اساسي قانون او يوې معقولې پروسې له مخې د هيواد له ګوټ ګوټ څخه استازي يا وكيلان ورته انتخابيږي. وكيلان د ولسي جرګې په مجلسونو كې ګډون كوي، خپل نظريات د نورو سره شريكوي، د وړاندې شوو قوانينو په هكله پريكړې كوي، سيمه ايزې ستونزې مطرح كوي او د حكومت د پاليسيو په هكله غور كوي. په همدې توګه د اړوند هيواد د اساسي قانون له مخې د حكومت د لويو لويو ملي تصميمونو په اړه د تصويب يا عدم تصويب دنده هم پر غاړه لري. بايد وويل شي چې زموږ د هيواد پارلمان د دوو جرګو څخه تشكيل كيږي چې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې څخه عبارت دي. د افغانستان د ولسي جرګې ټولټاكنې چې د بن د سولې د تړون د پروسې وروستۍ برخه ګڼل كيږي د روان هجري لمريز كال د سنبلې د مياشتې په ۲۸ نيټه ترسره شوې او افغانانو وكولاى شول چې د دونيمو لسيزو كورنۍ جګړې وروسته د ولسمشرۍ د ټولټاكنو څخه تقريبا د يوه كال په تيريدو سره د ولسي جرګې او ولايتي شورا ګانو په ټولټاكنو كې ونډه واخلي او د يو لړ ستونزو او درغليو سره سره په آزادانه توګه د خپلې خوښې وكيلان يا استازي غوره كړي. دا چې د ولسي جرګې د وكيلانو دندې به څه وي؟ په دې ليكنه كې هڅه شوې ده چې ځينې هغه دندې په ګوته شي چې د ولسي جرګې غړي يې د پارلمان د مجلسونو په ترڅ كې لري. مخكې لدې چې د اصلي موضوع په اړه خبرې وشي غوره خبره به دا وي چې ولسي جرګې ته د كانديدانو د هغو لويو لويو ژمنو په هكله يوه لنډه تبصره وشي چې محترمو كانديدانو د خپل انتخاباتي كمپاين په لړ كې له اولس سره كولې. بايد وويل شي چې زياتره كانديدانو د رايو د لاسته راوړولو په موخه له خلكو سره داسې لويې لويې وعدې كولې چې د غوره شويو وكيلانو له اصلي دندو څخه يې نه شو ګڼلى. د انتخاباتي كپاين او هڅو په ترڅ كې زياتره كانديدانو له خلكو سره ژمنه كوله چې ګواكې په سيمه كې به كارخانې ، د اوبو بندونه، ښوونځۍ ، سړكونه ، بريښنايي زيربناوې، پلونه، روغتونونه او داسې نور شيان در ته جوړوم. په همدې توګه د اقتصادي حالت د ښه والي او فقر د وركولو لپاره به لاس په كار كيږم او د اولادونو لپاره به مو نيكمرغه راتلونكى منځته راوړم. نوموړې ټولې ښكلې خبرې دي كاشكي زموږ هر وكيل د دې وړتيا درلوداى چې د خپلو خلكو خدمت يې په دې توګه كړى واى بيا خو به نو زموږ هيواد په ډير كم وخت كې ګل او ګلزار شوى واى. خو بايد وويل شي چې نوموړې كارونه د ولسي جرګې د غړو له دندو څخه نه دي بلكي حكومت د اولس له استازو سره د مشورې او خپلو هر اړخيزو هڅو په ترڅ كې وګړو ته د ذكر شوو كارونو د سر ته رسولو دنده او مسووليت په خپله غاړه لري څو د خپل اولس د هوساينې او رفاه لپاره هر اړخيزې هڅې وكړي. د ولسي جرګې د غړو ځينې دندې په لاندې ډول دي: لومړى: قانون جوړونه د ولسي جرګې د غړو تر ټولو لويه دنده د هيواد لپاره قانون جوړونه ګڼل كيږي پدې توګه چې د حكومتي ادارو له خوا په طرح شوو قوانينو غور او څيړنه صورت مومي او د هغه د تصويب، بدلون او يا ردولو په اړه به ګډ تصميم نيول كيږي.  همدارنګه د وخت د اړتياوو سره سم به د نوو او ضروري قوانينو جوړول به هم د ولسي جرګې د غړو له تصويب څخه تيريږي.  افغانستان چې د يوې بحراني مرحلې څخه وروسته د بيا آبادۍ په درشل كې قرار لري نو د وخت د غوښتنو سره د خپلو قوانينو هر اړخيز چاڼ، څيړلو او د ژوند په ډيرو برخو كې د اساسي قانون د غوښتنو سره سم د نوو قوانينو تدوين او تصويب ته اړتيا لري چې نوموړى كار د ولسي جرګې د غړو له بنسټيزو دندو څخه دى. دوهم: د حكومت كنترول، څارنه او نظارت د ولسي جرګې د غړو بله لويه دنده په ټوليزه توګه د حكومتي چارو كنترول، نظارت او څارنه ده څو ټولې حكومتي ادارې د هيواد د اساسي قانون سره سم خپل مسئوليتونه او د اولس خدمت په ښه شكل سره سر ته و رسوي. د دې څارنې لاندې د ولسمشر دفتر، وزارتونه، سفارتونه او د هيواد ټولې ملكي او نظامي ادارې راتلاى شي چې د ولسي جرګې غړي به يې په ګډه توګه څارنه او نظارت كوي. همدارنګه كومې ادارې چې د هيواد د اساسي قانون څخه په سرغړونه او يا د ښه خدمت نه كولو له تور سره مخامخ كيږي، د ولسي جرګې غړي به د ژورې څيړنې وروسته د هغه په هكله خپل تصميم اعلانوي. همدارنګه د هيواد د اساسي قانون سره سم وزيران او د كابينې غړي بايد د ولسي جرګې له تصويب څخه تير او د خپل كاري چوكاټ په حدودو كې د حكومتي چارواكو د اساسي وړانديزونو په هكله ولسي جرګه ګډ تصميم نيسي. دريم: د لويو ملي او نړيوالو موضوعاتو په اړه بحث او ګډ تصميم نيول د نړۍ هر هيواد د يو شمير داسې لويو ملي او بين المللي موضوعاتو سره مخ وي چې د هغه په اړه تصميم د يو لړ تودو څيړنو وروسته د هيواد د سياسي رهبرۍ، كابينې او د پارلمان د غړو له خوا په ګډه توګه نيول كيږي. افغانستان هم د خپل اساسي قانون له مخې د دې ډول لويو ملي او نړيوالو تصميمونو په هكله د خپل پارلمان تاييد ته اړتيا لري لكه له بهرنيو هيوادونو سره د ستونزو پيښيدل، د هيواد د سرحدونو په اړه څيړنه، د جنګ او سولې له اعلان څخه د مخه د پارلمان تصويب، له كوم طبيعي ناروين سره د هيواد مخ كيدل او داسې نور. په دې اړه به د ولسي جرګې غړي بحث كوي، حكومت ته به غوره مشورې وركوي او د مسئلې په اړه به ګډ تصميم نيول كيږي. څلورم: له بهرنيو هيوادونو سره د لويو تړونونو تصويب د ولسي جرګې غړي دنده لري چې له بهرنيو هيوادونو سره د لويو لويو ملي تړونونو په هكله حكومت ته مشوره وركړي، تړون ښه وڅيړي او د هغه ټولې خواوې له پراخې مطالعې وروسته په داسې ډول برابروي چې د هيواد ملي او نړيوالې ګټې پكې خوندي وي. له بهرنيو هيوادونو سره لوى لوى قرادادونه له يو لړ زياتو هراړخيزو باريكيو سره مله وي چې د ولسي جرګې غړي نوموړو باريكيو ته پاملرنه كوي او له هراړخيزې څيړنې وروسته داسې تړونونه د خپل تاييد وړ ګرزوي چې هيواد ته يې مادي او معنوي ګټې په خپل چوكاټ كې خوندي كړې وي. پنځم: د هيواد د سيمه ايزو ستونزو څيړنه  د ولسي جرګې غړي د حكومت او خلكو تر منځ د پل حيثيت لري په دې مانا چې دوى به د خپلو خلكو غږ ولسمشر، حكومتي چارواكو، اړوندو ادارو او د پارلمان د غړو غوږونو ته رسوي او د امكان تر حده پورې به د هغه د حل په اړوند هلې ځلې كوي. د ولسي جرګې غړي د خلكو استازي، د هغوى د ږغ رسولو وسيله او د اولس خدمتګاران دي چې په ريښتينې او صادقانه توګه د خپلو خلكو خدمت ته ملاوې وتړي. هيله من يو چې د افغانستان د ولسي جرګې غړي به د خپلو اصلي دندو په پيژندلو كې بريالي او د هغه په هكله به مسوولانه چلند وكړي. يوه خبره د يوه وړانديز په توګه يادوم هغه دا چې غوره خبره به دا وي چې د ولسي جرګې د اساسي مجلسونو له دايرولو څخه د مخه د ولسي جرګې لپاره برياليو كانديدانو او وكيلانو ته لږ تر لږه دوې يا درې مياشتې يو داسې ښوونيز كورس جوړ شي چې هغوى ته خپلې اصلي دندې او مسووليتونه معرفي كړي. ",د ولسي جرګې د غړو دندې 173,," انا لله وانا اليه راجعونموږ هم په خپل وار د ارواښاد عبدالقيوم بزګر پر ناڅاپي مړينه خپله ژوره خواشيني څرګندوو او په دې توګه يې په لوړو پښتني - افغاني کړووړو ، روزلو بچيانو ډاکټر فريد بزګر ، ډاکټر صمد بزګر ، طارق بزګر او نورو وېرژلو اړوندانو او دوستانو ته د زړه له کومي خواخوږۍ وړاندې کوو او له پاک خدايه هغه ارواښاد ته د خپلې خاورې او خلکو لپاره د کړو خدمتونو په پاداش کې جنتونه غواړو ٠ خدای دې وبخښي ٠ پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار او سيدحسين پاچا له اکسفورډ نه  ",د پوهاند مجاور احمد زيار دخواخوږی پيغام 174,," ", 175,," جلالزی امریکایي ځواکونه وایي 22 طالب جنگیالي یې وژلي دي  د امریکایي ځواکو په قول چه دا طالب اورپکي یې د دوو جلا جلا نښتو پر مهال چه افغان ځواکونه هم پکښي گډون درلود د افغانستان په سویل کښي وژلي دي . ځواکونه وایې پدې عملیاتو کښي دری تنه افغان ، درې تنه امریکایي ، او دوه تنه نور بهرني سرتیري چه هویت یې ندی  په ډاگه شوی ژوبل شوي دي . په خبر کښي داهم ویل شوي چه 9 تنه نور طالبان د ارزگان ولایت په گاونډي توب کښي له مینځه تللي دي . خو هغه کس چه ځان له نامعلوم ځای د گرزنده تلیفون په مرسته د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف بولي وایې چه د ارزگان په نښته کښي یې یوازي یو جنگیالی وژل شوی او د امریکایي ځواکو دا خبري د طالبانو د ویاند په حواله صحت مندي ندي . ",امریکایي ځواکونه وایي 22 طالب جنگیالي یې وژلي دي 176,," جلالزی د القاعده تروریسي شبکې لمړي مرستیال په خپلو جنگیالوږغ کړی تر څو په مسلمان میشتو هیوادو کښي د تیلو په زیرمو بریدونه وکړي  ایمن الظواهري چه په یوه ویډویې ټیپ کښي یې خبري کولې ویلي له خپلو مجاهدینو یې غوښتي تر څو په ټولو هغو هیوادو کښي چه تیل تولیدیږي د تیلو په زیرمو او تولیدگاه وو بریدونه وکړي تر څو دا تیل د اسلام د دښمنانو لاس ته ور نشي او د اسلام په ضد یې ونه کاروي . دایمن الظواهري دا ویډیو چه په یوه انترنټ پاڼه کښي راغلي نوموړي ویلي ځکه یې دا غوښتنه کړې  . د دې ویډویې پیغام د ثبت ځای ندی معلوم شوی . ",الظواهري پر خپلو جنګيالو د نوي عملياتو ږغ کړی 177,,"  د څو ورځو راهيسې په خبري رسنيو کې داسې خپرونې تر غوږو او سترګو کېږي، چې د افغانستان داطلاعاتو، کلتور، او ګرځندوئ د وزارت وزير ښاغلی رهين او دد وزارت نور چارواکي ديوه کمېسيون په مشری غواړي٠ چې د هېواد د پلاز مېنې هغه واټونه چې لا تر اوسه نه دي نومول شوي٠ د نړی او هېواد د وتلو ځېرو په نومونو و نوموي، خدايږو چې دا ډېره د خوښۍ خبره ده٠ خو !!! ښاغلی وزير، د وزارت چارواکي، او کمېسيون دا نو مونه بايد په ډېره ځيرکي سره غوره شي٠ داسې نه چې د خمینې واټ، د ضياالحق واټ، د مسعود واټ، او داسې نور٠٠٠  دد لپاره چې د ډيورنډ د کرښې نه د هغه لوري افغانانو سره مو نورې اړيکې غښتلې او پياوړې شوې وي بايد دا واټونه د وزيرو، خټکو، کاکړو، اځکزيو، مندوخېلو، افرېدو، او يا د سيمو په نومونو لکه: پښاور واټ، نوښار واټ، خيبر واټ، چار سده واټ، بنو واټ، وزيريستان واټ، چترال واټ، کواټ واټ، ټل واټ، پړه چينار واټ او داسې نورونومول شي  .  ډاکټر ګ٠ ا٠ وردګ ",د اطلاعاتو کلتور وزارت ته يو مهم وړانديز 178,,"   بېنوا ويبپاڼه خپلو درنو لوستونکو ته زيری ورکوي چي د زيا شمېر هغو همکارانو تر څنګ چي د دې ويبپاڼي سره قلمي همکاري کوي اوس د هيواد تکړه او نوميالي هنرمند ښاغلي هژبر شينواري هم خپلو کړوژمنو ته د عمل جامه ور واغوسته ، او سرله نن څخه يې زموږ او ستاسو ددې ويبپاڼي سره د همکارۍ لړۍ پيل کړه . د ښاغلي هژبر شينواري په هنرمندو ګوتو کښل شوي کارتونونو سره ډېر هيوادوال اشنا دي ، خو موږ ته د خوښۍ ځای دادی چي د هيواد يوه داسي پياوړي هنرمند مو هم هيله منلې ده او د همکارۍ ټټر يې ټکولی دی . د نوموړي په اړه به په راتلونکي کي ډېر څه ولرو ، سمدستي تاسو دده د لومړنيو پښتو کارتون د څو بېلګو لېدلو ته رابولو ، تاسو به په راتلونکي کي هم د بېنوا ويبپاڼي په انڅورونو کي د افغانستان او افغانان البم کي دکارتون برخه ليدلای شی . هغې پاڼي ته ددغه لاندني ټوټې پر کښېکاږلو سره ورتلای شی .   ",د ښاغلي هژبر شينواري هنر په بېنوا ويبپاڼه کي 179,," انجنېر ذکريا ۸/۱۲/۲۰۰۵ هالنډ   (  دوهمه برخه  ) د نوي پارلمان په وړاندي پرتې دندي او ستونزي   دلته زه نه غواړم د پارلمان د ټولو دندو په هکله خبري وکړم ، ځکه چي هغه په اساسي قانون کي په پوره ډول  توضېح سويدي . خو زه په لنډ ډول غواړم د هغو مهمو دندو يادونه وکړم ، چي پارلمان به د اوسنيو تاريخي او سياسي حالاتو په نظر کي نيولو سره پوره پاملرنه ور ته وکړي . زما په آند ددغو غوره دندو د جملې نه يوه تر تولو مهمه ئي داده ،چي پارلمان بايد په افغانستان کي د مېشتو     ټولو  قومونو، اِتنيکي او مذهبی ګروپونو تر مېنځ ددوستۍ او ورورګلوۍ د اړيکو په بيا ټينګولو کي اړيني هڅي وکړي او هغه زيان چي د بهرنيو هيوادونو او د هغوی د اجنټانو په واسطه د افغانستان د خلګو ملي وحدت ته رسېدلی دی ، ليري کړي . ددغه زيان دليري کولو لار داده چي د افغانستان د اساسي قانون او نوروقوانينو او د ډيموکراسی د نړی والو اُصولو سره سم په افغانستان کي ټول مېشت خلګ ( د قومي ، ژبني ، اِتنيکي او مذهبي توپيرونو د په نظر کي نيولو نه پرته ) يو شان حقونه او مکلفيتونه ولري .د افغانستان هيڅ يو وګړی بايد ددې کبله له هيڅ يوه دولتي لوړ پوست د نيولو نه بې برخي نه سي ، چي  دغه يا  هغه  قوم ، ژبي ، مذهب  او يا نورو روا ګروپونو ته منسوب دی . که چېري د يوې ټولني په بېلابېلو قومونواو مذهبونو پوري تړلي خلګ د خپلو بشپړه قانوني حقونوڅخه برخمن وي ، نو په دې صورت کي دوی د ټولو توپيرونو سره سره ځانونه د يوې ګډي ټولني غړي بولي ، دهغه نه دفاع کوي او په هر ډول حالاتو کي هغه ته ځانونه وفادار ګڼي . پارلمان بايد په افغانستان کي ددغه ډول يوې ملي ټولني د جوړولو په اړوند کلک او سنجول سوي ګامونه پورته کړي ، چي ټول غړي ئي ځانونه د بشپړو حقونو خاوندان و ګڼي . د ملي ټولني جوړول او د ملي هويت تثبتول اوږدو هلو ځلو او په دې برخه کي د کار پوهانو د مرستي را جلبولو ته اړتيا لري . کېدای سي په راتلونکي کي په دې اړه پراخ بحثونه وسي . زمانظر دادی چي بايد دستونزو نه ځانونه پټ نه کړو ، بلکي هغه مطرح کړو ، بحث باندي وکړو او په هغو کي ئي د حل لاره پيدا کړو . خو د ملي ټولني د جوړېدو نه پرته به سياسي ټيکاو ، اقتصادي پرمختګ ، ډيموکراسي او ملي يووالی د امکان نه لېري کار وي . . دغه راز د تېرو نژدې ۲۸ کلونو په لړ کي په افغانستان کي د بشر حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندي سويدي  او زموږ خلګ د ډېرو لومړنيو حقونو نه بې برخي وه . د بيان ازادي ، د ګوندونو جوړولو ، د مظاهرې کولو او نورو هر ډول ازاديو سر بېره آن د اورېدلو ازادي هم نه وه موجوده . واکمنان آن د بشر د حقوقو نه بي خبره وه ، او هر چا د خپل واک په وخت کي هر څه چي ئي زړه غوښتل هغه ئي کول . ځکه نو دغې حياتي مسئلې ته هم بايد ډېره زياته پاملرنه وسي . که څه هم په تېرو څلورو کلونو کي د بشر د حقونو د دفاع په هکله يو شمېر ګټور ګامونه پورته سويدي  او زموږد هيواد په تاريخ کي د لومړي ځل لپاره د بشر د حقونو خپلواک کميسيون  جوړ سوی دی ، چي په يو شمېر ولايتونو کي هم دفترونه لري ، خو تر اوسه پوري هم په افغانستان کي په پراخه کچه د بشر  حقو نه د زورورو او سيمه ايزو واکمنانو لخوا تر پښو لاندي کېږي . زه هيله من يم چي نوی پارلمان به هم د بشر د حقونو د څارني او ارزوني لپاره يو ځانګړی کميسيون جوړکړي او د حکومت نه به هم په جدي توګه وغواړي ،چي د بشر د حقونو د سر غړونکو سره قاطع چلند وکړي .  نوی پارلمان به پر پورتنيو چار بر سېره لاندي دندي هم سرته رسوي : - د عدلېې دوزارت اونورو اړوندو وزارتونو سره په ګډه همکاري د قوانينو جوړول او تصويبول . پارلمان بايد په دغه اړوند د ټولو قوانينو د تصويبولو په وخت د هيواد ملي لوړي ګټي په نظر کي ونيسي او په هيڅ ډول هغه پرېکړي ونه کړي ، چي د خلګو په زيان وي . - د نوي کابينې  او راتلونکو کابينو د وزيرانو تأئيد يا رد . په دې اړوند زما له نظره ښه به دا وي ،چي هر وزير بېل بېل د اعتماد رايه تر لاسه کړي ، ځکه چي په اغلب ګمان د نوې په ترکيب کي کابينه به هم د اوسنۍ کابينې ، که ټول نه وي  نو اکثريت کسان خوبه ئي وي .  په دغو وزيرانو کي به  هم ډېر ښه او په کار پوه او پر وطن مېن خلګ وي او هم داسي کسان ، چي تر خپلو ملي ګټو د پرديو هيوادونو ګټي ورته ارزښت لري او په تېرو څو کلنو کي ئي داښودلې ده چي دوی ددغه پوست وړتيا نه لري . ځکه نو داسي بايد ونه سي چي دنا اهلو کسانو په خاطر اهل کسان هم د اعتماد رايه تر لاسه نه کړي .د ساري په توګه  ښاغلي اتمر او ښاغلي احدي او غالباً نور هم ډېر په خپل کار کي ډېر بريالي وزيران دي ، خو د ځينو نورو کار بيا دومره ښه او دملي ګټو سره برابر نه وؤ ، د ساري په توګه ښاغلي سيد مخدوم رهين د تعصب او تبعيض نه ډک چلند کوي او کله کله خو چاته داسي فکر ور لوېږي ، چي دی دافغانستان  ګټواو ملي کلتور ته د خدمت  پر ځای د اېران هغې ته ډېر ارزښت ورکوي او ځان ئي د هغه په چوپړ کي درولی دی ( وروستی بېلګه ئي د خميني په نوم د واټ نومول دي . أياپه اېران کي هم د احمد شاه بابا يا مېرويس نيکه او يا بل ملي اتل په نوم کوم واټ نومول سوی دی ؟ ) . ځکه نو زما په ګمان به د ولسي جرګې وکيلان په هيڅ ډول ښاغلي رهين ته د اعتماد رايه ورنه کړي او تر ټولو ښه به داوي چي  ولسمشر  ښاغلی کرزی د نوي کابينې په ترکيب کي نوموړی د اعتماد رائی د اخستلو لپاره هيڅ پېشنهاد نه کړي . له همدې کبله زه دا ښه بولم چي پارلمان  کابينې ته د اعتماد درائی ورکولو په وخت کي هر وزير ته بېله بېله رايه ورکړي . متأسفانه په اساسي قانون کي هم دا خبره په بشپړه توګه نه تو ضېح سوي ، که چېري د کابينې د نه تأئيد لانجه اوږده سي ، بيا به ئي نو د حل لاره څنګه موندل کېږي .خو زه هيله من يم چي دا سي لانجې به نه را مېنځ ته کېږي . - د پارلمان بله غوره دنده د حکومت له خوا جوړه سوې کلنی عادي او پرمختيائي بودجو تصويبول دي . - دغه پارلمان به د حکومت پر فعاليتونو هم کنترول کوي او که چېري حکومت داسي څه کوي ، چي هغه د خلګو په ګټه نه وي او ملت ته زيان ترې رسېږي ، نو پارلمان بايد د حکومت نه غوښتنه وکړي او دې ته ئي اړ کړي چي هغه سم کړي . د بېلګي په توګه د اوسني حکومت يوه ترټولو ستره نيمګړتيا او کمزوري داده ، چي حکومت د اداري فساد ، بډو او اختلاس په مخنيوي کي پاته راغلی دی . زه اوس نه غواړم په دغه ليکنه کي ددې ناوړي پديدې د علتونو په هکله خبري وکړم ، خو داويل غواړم چي حکومت په دې نه دی بريالی سوی ،چي د اداري فساد ، بډو او اختلاس په مخنيوي کی کوټلي ګامونه پورته کړي او زما په آند دې شومي پديدې اوس دومره پراخ ابعاد پيدا کړي دي ، چي آن زموږ د هيواد ملي امنيت ئي هم د ګواښ سره مخامخ کړی دی  او دغه کرغېړنه پديده به ددولت دبنسټ دکمزورۍ سبب سي . ځکه نو راتلونکۍ پارلمان بايد د حکومت سره ددغي ناوړي پديدې په له مېنځه وړولو کي مرسته وکړي . کېدای سي پارلمان په دې لاره کي خپل تدابير جوړ کړي ، خو زما يو وړانديز ورته دادی چي : -  هر وزير د اعتماد درائي د اخستلو په وخت کي بايد ژمنه وکړي ، چي په خپل وزارت او اداره کي  به داداري فساد ، بډو او اختلاس جړي باسي ، او ژمنه به کوي چي هر شپږ مياشتي به خپله هر وزير يا دادارې رئس پارلمان ته په دې اړه بشپړ رپوټ ورکوي ، چي په دې لاره کي ئي څه تدابير پلي کړي دي او څومره برياليتوبونه ئي تر لاسه کړي دي اوولسي جرګه بايدددغه کار لپاره يوه ځانګړې جرګه ګۍ هم جوړه کړي . دغه راز پارلمان بايد د هر وزارت د رپوټ د سموالي په هکله هم خپلي خپلواکي ارزوني او څېړني ولري . که چېري دغه اوسني  پارلمان وکړای سول ددغې شومې پديدې کچه د يو څوکلنو په موده کي راټيټه کړي ( ځکه دهغه بېخي له مېنځه وړل ناشونې خبره ده او دنړی هيڅ هيواد نه سي موندل کېدای ، چي هلته دي لږ او ډېر اداري فساد، بډي او اختلاس نه وي ) نو د هغو خلګو ادعاوي او اندېښنې به بېخي بې ځايه راووزي ، چي ددغه پارلمان د نا سم کارکولو په هکله ئي درلودلې . دغه راز په افغانستان کي په پراخه کچه د کوکنارو د غېري قانوني کر کيلي ، د هغه نه د نشه ئي توکيو ( هېروئينو ) جوړول او بهر ته د هغوی لېږدول ، هم د حکومت يوه له سترو ستونزو څخه ګڼل کېږي . ددې مسئلې سياسي بعد دادی ، چي د مخدره توکيو سوداګر و اوس په افغانستان کي مافيائي جوړښتونه رامېنځ ته کړي دي او په نورو هيوادونو کي د نشه ئي توکيو د سوداګرو سره ئي هم خپل اړيکي ټېنګي کړيدي . مافيائي جوړښتونه هيڅکله يوازي د نشه ئي توکيو د سوداګری په چوکاټ کي محدود نه پاته کېږي او هغوی هر کله هڅه کوي د هيواد سياسي واک هم تر خپل کنترول لاندي راولي . نو که دغه جوړښتونه په دې کار بريالي سول ،چي د واکمنۍ پر اصلي کړيو ( امنيت ، پوليس او اُردو ) خپل کنټرول ټينګ کړي ، نو داستونزه به بيا د اوږدې مودې لپاره نه حل کېدونکې پاته سي او هغه هيوادونه چي يو ځل د مافيائي جوړښتونو په تور کي راښکېل سويدي ، نو بيا ئي د اوږدې مودې لپاره ددې توان نه دی موندلی ، چي ځان  ددې مصيبت نه وژغوري . زما له نظره حکومت او پارلمان بايد په ګډه ددغه ستونزي په له مېنځه وړلو کي کاروکړي او پارلمان بايد حکومت دې ته وهڅوي چي په دې لاره کي مؤثر او کوټلي ګامونه پورته کړي . خو زما له نظره د تېرو کلنو تجربو دا وښودله ، چي په زور او ډار سره دا ستونزه نه حل کېږي . ځکه نو حکومت بايد داسي هڅونکي ګامونه پورته کړي ، چي مؤثريت ولري او دافغانستان ملي ګټو ته په کي زيان ونه رسېږي . د تخميني محاسبو له مخي د مخدره موادو نه د لاس ته راغلېو عايداتو اندازه د ټول هيواد د ملي عايداتو د نيمائي نه ډېره ( په سلو کي ۶۰ ) ده . که د بل هر هيواد ( که پر مخ تللی وي که وروسته پاته ) د ملي عايداتو ( بيله ددې د په نظر کي نيولو نه ، چي دغه عايدات دکومه مدرک او لاري نه لاس ته راځي ) د نيمائي نه زياته برخه په يو دم له مېنځه ځي ، نو هغه هيواد به هرومرونه يوازي له سترو اقتصادي ستونزو سره مخامخ کېږي ، بلکي دا کار به نوموړي هيواد ته ډېري ناوړي ټولنيزي ،اقتصادي او آن سياسي  ـ پوځي پايلي هم ولري . زموږ هيواد چي تازه د ۲۵ کلني جګړې نه راوتلی دی او نه يوازي اقتصادي بنسټيز جوړښتونه ئي ويجاړ سويدي ، بلکي هر څه ئي له صفر نه پېل کړيدي ، نو په داسي حالاتو کي د ملي عايداتو د نيمائي نه زياتي برخي يو دم له مېنځه وړل به  بېله شکه ډېري ناوړي پايلي ولري او هر ومرو به حکومت د هغه نه بيرته په شاتللو ته اړسي ، چي دا به بيا د حکومت اعتبار ته ډېره ستر او نه جبران کېدونکی زيان هم ورسوي . ځکه نو زما نظر دادی ، چي د نشه ئي توکيو سره د مبارزې په اړوند بايد له پوره احتياط نه کار واخستل سي . په دې اړوند د څه وخت نه راپه دېخوا داسي طرحي شتون لري ، چي په افغانستان کي هم بايد د هند ، ترکيې ، استراليا او ..... په شان د نشه ئي توکيو کر لو ته قانوني بڼه ورکړل سي او  د هغه کر نه ، سوداګري  او پروسس دي ټول په جدي ډول يوازي او يوازي د حکومت په کنټرول کي وي . زه غواړم توضيح کړم ، چي دلته منظور دا نه دی ، چي خلګو ته وويل سي ، چي په ازاد ډول سره کولای سي کوکنار وکرۍ ، بلکي موخه داده چي دغه کرکيلې او سوداګري  بايد د مافيائي جوړښتونو له کنترول نه ووزي او د حکومت تر کنترول لاندي راوستل سي او بزګر بايد د خپل کښت په اړوند حکومت ته پوره راپور ورکړي او هغه دحکومت له خوا او يا د حکومت له لاري و پېرېدل سي . په دې اړوند کېدای سي بېل بحث وسي ، خو اوس ددغي طرحي نه د « سين ليس » ادارې هم پوره ملاتړ ښودلی دی . زما په آند په دې کار سره به مو د يوې خوا دټولنېز ، سياسي ـ پوځي  او اقتصادي بحران مخه نيولې وي  او له بله خوا به مو د سيمه ايزي  او نړيوالي مافيا لاس ور لنډ کړی وي . زه هيله مند يم چی راتلونکۍ پارلمان به په دې اړوند هم د حکومت سره بشپړه همکاري وکړي او د مسئلې تر هر اړخيز ي څېړني اوارزوني وروسته به داسي پرېکړه وکړي ، چي د افغانستان دملي ګتو سره سمون و لري  . زما له نظره د « سين ليس » د ادارې ددغي طرحي سره دمخدره موادو سره د مبارزې د وزارت د ځينو لوړپوړيو چارواکو د مخالفت دريځ ډېر ناسم دی او زه نه پوهېږم ، چي دوی ولي ددې طرحي مخالفت کوي او په دې هکله ئي داسي قانع کونکي دلايل هم نه دي وړاندي کړي ، چي خلګو ته د منلو وړ وي . البته زه دامنم ، چي د نشه ئي توکيو د کر کيلي قانوني کېدل او د هغو کنترول يو څه ستونزمن کار دی خو کېدای سي دسمو او مؤثرو تدابيرو په پلي کولو سره ، پر دغه ستونزو برۍ تر لاسه سي . خو په دې کي هم هيڅ څوک شک نه لري ، چي ددغه کار برياوي ډېري دي ، خصوصاً په داسي شرايطو کي چي نړيوال ملاتړ هم ورسره ملګری وي او د « سين ليس » غوندي اداره هم د هغه پر پلي کولو ټينګار  کوي . -  دغه راز پارلمان دا دنده هم لري ، چي د بهرنيو هيوادونو او نړی والو سازمانونو سره د افغانستان د حکومت تړونونه هم يا تائيد او يا ردکړي ، چي زه هيله مند يم په دغه پارلمان کي په پوره اندازه ملي کسان سته ، چي کولای سي خپلي ملي ګټي په دغو تړونونو کي په پام کي ونيسي . -  پارلمان دا دنده هم لري ، چي د اساسي قانون او نورو قوانينو پر سم پلي کولو څارنه وکړي او هغه شمېر د اساسي قانون يا نورو قوانينو مادې ، چي د ځينو حکومتي چارواکو لخوا په عمدي او غېر عمدي ډول نه اجراکېږي ، نوموړي چارواکي دې ته و هڅوي او يا ئي اړ کړي ، چي اساسي قانون او نور قوانين سم پلي کړي . د اساسي قانون د ۱۶ مادې دغه برخه « د پښتو ، دري ، اوزبکي ، ترکمني ، بلوڅي ، پشه ئي ، نورستاني او په هيواد کي د نورو موجودو ژبو د جملې څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبي دي » او دغه برخه  « په هيواد کي موجود علمي او اداري  ـ ملي اصطلاحات ساتل کېږي  » اودغه راز داساسي قانون د ۴۳ مادې دغه برخه « مورنيو ژبو د تدريس لپاره په هغوسيمو کي چي پرې خبري کېږي لاره هواره کړي  » سمي نه عملي کېږي . پښتو ژبه د اساسي قانون له مخي رسمي ژبه ده ، خو په عمل کي داساسي قانون دغه ماده په هيڅ ډول نه ده پلې سوې . په دولتي ادارو کي پښتو ژبه د رسمي ليکنو او مکتوبونو د ليکلو په وخت کي نه کارول کېږي او که چېري کوم څوک په پښتو ژبه رسمي مکتوبونه وليکي، نو د ځينو حکومتي لوړ پوړيو چارواکو لخواهغه ردېږي  او په ځواب کي ورته ويل کېږي ، چي که په دري ژبه ئي و نه ليکې نو هيڅ اجراات به نه کېږي . خو حکومت ددغه ډول سرغړوني په وړاندي هيڅ ډول غبرګون نه دی ښودلي . کله چي په يوه هيواد کي داساسي قانون نه په څرګنده سرغړوني ټول ولس ( د ولسمشر نه نيولې بيا تر لاندني مامور او عادي خلګو پوري ټول ) خبر وي او مخه ئي نه نيول کېږي، بيا نو د نورو قوانينو پر عملي کولو څرنګه کېدای سي ټينګار وسي او دا به ددې سبب سي ، چي په ټوله ټولنه کي بې قانوني او د قانون نه سرغړاوی يوه عادي خبره واوسي . که چېري دپښتو ژبي رسمي کېدو  ته اړتيا نه وي بيا دي نو دپښتو ژبي رسميت هم د اساسي قانون نه وايستل سي او په اساسي قانون کي دي هم اړوندي مادې ليري کړل سي ، تر څو په دې ډول د اساسي قانون تر پښو لاندي کولو ته خاتمه ور کړه سي . او يا خو دي د دولتي او غيري  دولتي ادارو په رسمياتو کي د پښتو ژبي د کارولو په اړوند داسي اړين ګامونه پورته سي ، چي هغه د کاغذ له مخي نه سر بېره عملي جنبه هم ولري . دغه راز د اساسي قانون د ۴۳ مادې له مخي ټولو خلګو ته بايدپه مورنۍ ژبه د زده کړي امکانات هم برابر سي . خو په کابل کي پښتانه، چي شمېر د بل هر قوم په نسبت ډېر دی ، ددغه حق نه بې برخي سويدي .   له بله پلوه لکه څنګه چي په اساسی قانون کي پښتو او دري  دواړي د افغانستان رسمي ژبي دي ، نو د هيواد لوړپوړي چارواکي  ( وزيران ، معينان او نور ) او د وزارتونو وياندان هم بايد په دواړو ژبو خبري ، ليکنه او لوست وکړای سي . پارلمان بايد په دې برخه کي د حکومت نه د جدي تدابيرو د پلي کولو غوښتنه وکړي او د هغو پلي کول دي تر خپل سخت کنټرول لاندي ونيسي .  دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت  ( چي اوس اطلاعات او فرهنګ ئي بولي ) په هيواد کي ډېري زياتي موجودي علمي او اداري ـ ملي اصطلاحات ( ترمينالوژي ) ته بدلون ورکړی او هڅه ئي کړېده ، هغه په اېراني ـ فارسي واړوي ، چي دا کار هم د اساسي قانون نه سرغړاوۍ دی او په  دغه سرغړاوي کي يو شمېر نوروزيران هم شامل دي   ستونزي   لکه چي ما مخکي هم يادونه وکړه ، راتلونکۍ پارلمان به بې ستونزو هم نه وي . تقريباً د نړی د ټولو هيوادونو پارلمانونه خپلي ستونزي لري  ، خو زموږ د پارلمان ستونزي دنورو نه  يو څه بېلي دي او علت ئي هم دادی چي زموږ په هيواد کي نژدې درې لسيزي جګړه سوېده . ځکه نو طبعي خبره ده چي د جګړې ځپلي هيواد پارلمان به يو لړ داسي ستونزي هم ولري چي د نورو ټيکاو لرونکو هيوادونو پارلمانونه  نه دي ور سره مخامخ  . که د ولسي جرګې د وکيلانو ترکيب ته وکتل سي نو هغوی د سياسي ، قومي ، مذهبي او عقيدوي توپيرونو له مخي ډېر غېر متجانس دی او دغه غير متجانس والی به تر هغه وخته چي ددوی تر مېنځ پوهاوی را مېنځ ته کېږي ، يو شمېر ستونزي را مېنځ ته کړي . زما په انګېرنه دغه ستونزي به په لومړيو درو – څلورو مياشتو کي خورا ډېري وي اووروسته به ورو ورو هواري سي .دغه لانجې به په  پيل کي د پارلمان د رئس او مرستيالانو او دغه راز د جرګه ګيود رئسانو او غړو د انتخابولو په وخت په خورا شدت سره ځان را څرګند کړي . آن د پارلمان د لومړی غونډي د جوړېدو نه مخکي څه د پاسه ۷ کسانو ځانونه د ولسي جرګې رياست ته کانديد کړي دي او کېدای سي د پارلمان د غونډي تر دايرېدو پوري د کنديدانو شمېره نوره هم ډېره سي . آن ځيني کسانو خو د رياست لپاره «درېشۍ » هم جوړي کړيدي . له هغه نه به وروسته دوهمه لويه لانجمنه خبره کابينې ته د اريو ورکولو مسئله وي . لکه څنګه چي پارلمان ته بېلابېلو عقدوي ، سياسي ، قومي او مذهبي ډلو استازيو لاره موندلې ده ، نو کابينې ته د رائي ورکولو په وخت کي به هم هر يو ددوی نه هڅه وکړي ، تر څو د کابينې په ترکيب کي داسي کسان راوستل سي ، چي ددوی د ګټو منعکس کونکۍ وي . دا به خورا تاوده بحثونه وي او کله کله به د خندا وړ مسائل په کي اورېدل کېږي .زه هيله من يم چي د پارلمان د غونډو بهير به په ژوندي ډول خپور سي . خو ځيني کسان به د تېرو پارلمانونو او لويو جرګو غوندي ددې هڅه هم وکړي تر څو د پارلمان د پرېکړو مخه ونيسي . زياتره دغه ډول کسان يو وړوکۍ اقليت هم وي ، خو دخپلي  سياسي بې شرمۍ له لاري ددې جوګه کېږي ، چي د اړينو پرېکړو مخه ونيسي . پارلمان بايد دغه ستونزه مخکي له مخکي په پام کي ولري او هيڅ چا ته ددې اجازه ور نه کړي چي ددوی د پرېکړو مخه دي و نيسي .هر هغه پرېکړه چي د اکثريت په رايو تر لاسه سي ، هغه بايد اقليت ته هم د منلو وړ وي . د افغانستان اساسي قانون او د ډيموکراسۍ نړی وال اُصول خو هم دا دي . خو بيا هم که اقليت د اکثريت پرېکړي نه مني ، نو نه دي ئي مني . ددغه ډول اقليت نه به نه د افغانستان په دننه او نه هم د هغه نه د باندي څوک ملاتړ وکړي . خو زما په آند د وخت په تېرېدو سره به ورو ورو دغه احساسات را ټيټېږي او ولسي جرګه به ددې جوګه کېږي ، چي خپل اصلي کار په مخ بوزي . په دې برخه کي خو حکومت مخکي له مخکي نه يو شمېر کدرونه روزلي دي او هغوی به د ولسي جرګې د وکيلانو سره ددوی په کار کي بشپړه مرسته وکړي . ډېره ارزښتناکه خبره داده ، چي پارلمان بايد ددولت د يو جز په توګه ، حکومت د ناسمو کارونوسمولو ته وهڅوي او آن اړ ئي کړي  او په دې لاره کي مرسته ور سره وکړي ، نه داسي چي د حکومت هر کار رد کړي او هيواد ته ستونزي جوړي کړي . په پای کي زه غواړم د امريکا د يوه پخواني ولسمشر جان کېنيډي يوه مقوله دلته را نقل کړم، دی د امريکا خلګو ته په خطاب کي وائي : « تاسي بايد داسي پوښتنه د ځان سره مطرح نه کړی ، چي امريکا تاسو ته څه در کړي دي ، بلکي پوښتنه بايد داسي مطرح کړی ، چي تاسي امريکا ته څه ور کړي دي ؟ » که چېري افغانان او په ځانګړي ډول افغاني روڼ آندي هم دغه ډول پوښتنه مطرح کړي ، چي دوی افغانستان څه ورګړي دي ؟ نو په دغه صورت کي به هر سړی خپل درانه مسؤليت ته متوجه سي ، چي دا به بيا دا فغانستان په پرمختګ لوی رول ولوبوي . زه د يو شمېر اندېښنو سره سره د پارلمان کار ته خوشبينه يم . د يو سوکاله ، پر مخ تللی او ملي يو والي لرونکي افغانستان د جوړېدو په هيله ! ددې ليکني لومړۍ برخه دلته ولولی      ",پارلماني ټاکني اود نوي پارلمان په وړاندي پرتې دندي او ستونزي ( دوهمه برخه ) 180, وحيد سپين غر _كابل,"  وحيد سپين غر _كابل  دطالبانودواكمني دړنګيدونه وروسته دطالبانومشران اولوړپوړي چارواكي دنړيوال ايتلاف له ويري ګاونډي هيوادپاكستان ته پښي سپكي كړي ،داهغه وخت و،چي طالب مشرانواوچارواكو دځان دڅرګندولوجرئت نه درلود خوپه وروستيو دوو كلونوكي طالبان نه يوازي دخپل موجوديت اعلانونه كوي بلكه دهيوادپه جنوبي اوختيځو سيمو كي په لويه كچه غلچكي بريدونه كوي اودالړي لاروانه ده طالبانودامنيت دګډوډولوپه منظورآن داچي يولړځان مرګي بريدونه هم ترسره كړي اوددي بريدونوپړه يي منلي هم ده . دغه رازداسلامي ګوندمشر ګبلدين حكمتيارهم دلنډمهالي اداري په راتګ سره ددي بهير سره يوځاي نشواودطالبانوپه څير ددولت په مخالفه ليكه كي ودريد،اواوس هم ددولت دمخالفينوپه كتاركي ځاي لري . لكه څنګه چي ټولوته څرګنده ده دلنډمهالي اوانتقالي اداري په جوړښت كي دشمال متحده جبهه ډيره ځواكمنه وه ،اوداجبهه له هغوځواكونواوائتلاف نه جوړه وه چي دطالبانوپه وسيله يي واكمني ړنګه شوي وه اودطالبانودواكمني په ټوله موده كي دوي اوطالبان ديوبل سره په جګړولګيا وو ،ځكه خوددغي جبهي ګډون كوونكي دطالبانو سره په مخالفت كي له نورونه ډير وړاندي وو،ددي جبهي مشرانوتل په خپلوويناووكي طالبان دخپل ځان اصلي دښمنان ګڼل ،اودطالبانوسره خبري اتري اوروغه جوړه يي دافغانستان ملي ګټوته دخيانت په توګه شمارل ،دغه رازددي جبهي موقف دښاغلي حكمتيار په وړاندي هم په همدي بنيادونوباندي ولاړوو. كه څه هم چي دانتقالي اداري په موده كي ولسمشر كرزي كله ناكله داخبره كوله چي طالبان هم دافغانستان بچيان دي اوپه افغانستان كي دژوندكولوحق لري اوكولي شي خپل هيوادته راستانه شي خودولسمشر كرزي دارازڅرګندونواوبلنوته دمتحدي جبهي دلوړپوړيوغړيوله لوري چي په انتقالي اداره كي يي ددولت لوړي څوكي په لاس كي وي دشك په سترګه كتل كيده اوښاغلي كرزي يي په قومي اوژبني لوړتيا غوښتني باندي تورن كاوه اوطالبانوته يي دانتقالي اداري درئيس له لوري دداسي وړانديزونوكول ناسم كارګاڼه ،اوددي ډول وړانديزونوپه لاره كي يي خنډونه راولاړول ځكه چي داكاريي په افغانستان كي دسولي دبهير اوملي ارمانونودپلي كولوپه وړاندي دخنډان په توګه ارزول.  خودولسمشري دټاكنونه وروسته كله چي ولسمشر كرزي درايوپه اكثريت دولس له لوري وټاكل شو، په دي لاره كي يې خپلي هڅي نوري هم ګړندي كړي اوددي كارلپاره يي دهيوادد جيد عالم اوروحاني شخصيت ښاغلي حضرت صبغت الله مجددي ترمشري لاندي دسولي اوملي پخلايني يوكميسيون جوړكړ اوهغه ته دنده وسپارل شوه ترڅومخالفينويعني طالبانواوښاغلي حكمتيارته دسولي بلنه وركړي اوهغوي دي ته وهڅوي چي دپارلماني ټاكنوله لاري دهيوادپه سياسي سرنوشت كي ونډه واخلي  چي دا هڅي يوځل بيا داپوزيسيون دمشرانوله لوري دمنفي غبرګونونوسره مخ شو ي اوهغوي داهڅه چي طالبان اويادښاغلي حكمتيارپلويان دي په پارلماني ټاكنوكي ګډون وكړي ددموكراسي اوازادي لپاره يوګواښ وباله خودښاغلي حضرت صاحب دهڅوپه بركت اوددولت دروغ نيتي له امله هم دطالبانويوشمير لوړپوړي چارواكي ددي بهير سره ملګري شول اوهم دحكمتيار دګونديوشمير لوړرتبه غړي دښاغلي خالدفاروقي په مشرتابه ددولت دغومخلصانه هڅوته مثبت ځواب ووايه اودسولي اوپخلايني له بهير سره يوځاي شول .  ټولو ته روښانه ده چي داپوزيسيون اكثرومشرانوپه خپلومركواوويناووكي ددي بهير نه خپله ناخوشي څرګندوله . كله چي دپارلماني ټاكنوپه پايله كي دطالبانواوداسلامي حزب يوشمير غړي دخلكوله لوري وټاكل شول اوپارلمان ته يي لاره وموندل داپوزيسيون دځينومشرانوپه چلندكي بدلون رامنځته شو،چي ددي بدلون يوډير څرګندمثال دښاغلي قانوني وروستي مركه ده چي د تيري چهارشنبي په شپه يي دطلوع تلويزيون سره ترسره كړه . ښاغلي قانوني په خپله دغه مركه كي وويل چي :افغانان دتل لپاره نشي كولي چي ديواوبل په وړاندي په مورچو كي كيني اوديواوبل ويني وبهيوي ،بلكه افغانستان دټولوافغانانوګډكوردي اوهرافغان حق لري چي په دغه كوركي ژوندوكړي ،هغه زياته كړه چي زه دسولي اوملي پخلايني دكميسيون هڅي ستايم اوددي هڅو ملاتړ كوم داچي ددي كميسيون له لاري هڅي رواني دي ترڅوطالبان اوداسلامي ګوندمشران اوغړي ددولت دپخلايني له بهير سره يوځاي شي دايوډير نيك اوپرځاي اقدام دي خوهغه داخبره هم وكړه چي دسولي دكميسيون په نوم اودسولي له نوم نه بايد ديوي سياسي وسيلي په توګه ګټه پورته نه شي ،هغه وويل چي زه ښاغلي حضرت صاحب ته چي ددي كميسيون مشرتوب په غاړه لري زيات درنښت لرم ،خوله هغه نه داهيله لرم چي دسولي اوپخلايني لپاره دي يوه لويه اوجامعه كړنلاره جوړه كړي اوبيا دي دهيواد پارلمان ته وړاندي كړي ترڅوددي موضوع په هكله دولس ټاكل شوي نماينده ګان پريكړه وكړي چي آيا ملاعمر اوګبدين حكمتيار ته عفوه كوي اوكه نه ؟بيا به نو دا پريكړه هرچاته دمنلووړوي اوڅوك به ورباندي نيوكه نه لري. داچي ښاغلي قانوني داپوزيسيون دمشر په توګه دطالبانواواسلامي ګوندسره مصالحه اوپخلاينه سم اوپرځاي ګام ګڼي په رښتيا چي يومثبت پرمختګ دي ،ځكه قانوني اودده په شان دپخواني متحدي جبهي اويا دشمال ايتلاف ټولومشرانودطالبانواواسلامي ګوند سره پخلاينه نه داچي پرځاي كارنه ګاڼه بلكي دايې دهيواددملي ګټوپرخلاف يولوي اونه بخښونكي جرم ګاڼه خو اوس چي ددغي جبهي دمشرانواوپه تيره بيا دښاغلي قانوني په دريځ كي دابدلون راغلي دايوډيرمثبت بدلون دي اودسولي اوپخلايني په لاركي يووړاندي تګ دي . ځيني سياسي شنوونكي دښاغلي قانوني په افكاروكي داناڅاپي بدلون داوسنيوحالاتو زيږنده ګڼي په دي مانا چي همدااوس دپارلمان دمشرتابه لپاره هڅي رواني دي اويولړ نماينده ګانودپارلمان دمشرتابه لپاره ځانونه كانديد كړي دي چي په هغه ډله كي د ښاغلي قانوني نوم هم شته ،ښاغلي قانوني پوهيږي چي پارلمان ته دطالبانواواسلامي ګونديوشمير غړي بريالي شوي اويوشميرنوروكيلان هم شته چي دطالبانواواسلامي ګوندسره دپخلايني پلويان دي ،ښاغلي قانوني ددي لپاره چي دهغوي همكاري اومرسته يي جلب كړي وي ،داډول څرګندوني كوي اودطالبانواواسلامي ګوندسره دپخلايني له بهير نه ملاتړ كوي . يوڅه چي ډير روښانه اوڅرګنددي هغه دادي چي دسولي اوملي پخلايني دكميسيون هڅي زموږ دهيواددملي ګټوسره تړلي هڅي اوكوښښونه دي ،افغانستان دټولوافغانانو ګډكوردي ،ټول افغانان پخپل دغه پلرني هيوادكوي بيله كوم تهديد اوازارنه دژوند كول مساوي اويوشان حقوق لري كه داطالب وي ياداسلامي ګوندمشران اوغړي ،كه داخلقي وي ياپرچمي كه دادافغان ملت ګوندغړي وي اويادتنطيمونومشران اوغړي ،دا وطن دټولوګډوطن دي ،ټول بايد دوروڼوپه څير په دي هيوادكي دژونداواوسيدلوحق ولري . ټولوته څرګنده ده چي په اوسني پارلمان كي دهيواددټولوقومونواوګوندونونماينده ګان وجودلري ،هغه كسان چي ددوه نيمولسيزوپه بهير كي يي ديواوبل په وړاندي مورچلي نيولي وي اودتوپ اوټوپك په ژبه يي يواوبل ته ځواب وايه اوس ټول دهيوادپه پارلمان كي چي ددي جګړه ځپلي ولس يوګډكوردي په د غه كوركي راغونډشوي اوټول په دي پوه شوي چي نورنوزاړه اختلافات بايد شاته وغورځول شي اودتوپ اوټوپك په ځاي بايد دمنطقوپه زورديواوبل ځواب ووايي . زما په اند داوږدي جګړي نه وروسته دافغانانولپاره يوه لويه لاسته راوړنه هم داده چي دولس ديوه نماينده ارګان ترچترلاندي دادي دهيوادټول هغه نماينده ګان سره راغونډشوي چي پرون يي يواوبل ته دمرميوپه ژبه ځواب وايه اونن دوروڼواونزدي همكارانوپه توګه دهيواداوولس دارمانونودپلي كولوپه لاره كي كاركوي . دافغان ولس په وړاندي هغه سياست وال ستر اودولس په زړونوكي ځاي لري چي ملي ګټي له تنطيمي اوګوندي ګټونه ستري اواوچتي وګڼي ،كه چيرته زموږ هرسياستوال په همدغه لاره لاړشي نوبي له شكه به زموږ هيواداوولس دنيكمرغي اوسوكالي په لوري ډير ستر ګامونه اوچت كړي اوپه هيوادكي به سراسري سوله اوامن ټينګښت ومومي. ",آيا دقانوني څرګندونې رښتيا دي !؟ 181,," بسم الله الرحمن الرحیم د قرآن عظیم الشان ختم او فاتحه  په کابل کې له ټولو دوستانو څخه په ډیر درناوي هيله کیږي چې د  مرحوم الحاج عبدالقیوم بزګر ملکزي د فاتحې او قران عظیم الشان ختم په مراسمو کې په ګډون کولو سره نوموړي ته په دعاو کې شریک شي. په خورا درناوي د بزګر ملکزي د ټولې کورنۍ له خوا  پته: خوشحال خان مینه، الف برخه، د لیسه نمبر ۲ نسوان افشار سرک، د شان اسلام جامع جومات نیټه او وخت: د جمعې ورځ د لیندۍ (قوس)میاشتې ۲۵مه د سهار له نهو (۹) څخه تر ۱۲ بجو پورې ټلیفون: ۰۷۰۲۶۵۸۲۶یا ۰۷۹۳۲۱۳۳۴ ",د قرآن عظیم الشان ختم او فاتحه 182,," اروپايي ساينس پوهانو ديوې نوې نقشۍ په جوړولو سره، په اروپا او ټوله نړۍ کې دوګړو شميره ښوولې ده. دغو ساينس پوهانو دامريکا دفضايي سټيشن څخه په ګټې اخيستلو د اورا سټلايټونو په مرسته داتموسفير ترټولو ټيټه سطحه چې موږ پکې ژوند کوو او د تروپوسفير په نامه ياديږي، کتلې ده. په فضا کې داوزون دسطحې دکنټرول تخنيکي وسايل اونور مهم تخنيکي توکي په اورا کې دهوا دڅرنګوالي په هکله  دورځني عکسونو داخيستلو توان لري. دوګړو په هکله دغه معلوماتي نقشه به دځمکې پرمخ دوګړو شميره دنقطو په زريعه ښکاره کړي. ددغې نقشې په مرسته به دځمکې پرمخ دوګړو دزياتوالي په هکله ورځني راپورونه هم ترلاسه شي. ",نوې نقشه او دزمکي پر مخ د وګړو نوې شميرنه 183,," امريکايي چارواکو دلومړي ځل لپاره منلې ده چې دسره صليب کارکوونکو ته يې دټولو بنديانو سره داړيکو اجازه نده ورکړې. دغه څرګندونې دمتحده ايالاتو قانوني سلاکار جان بلينګر په ژنيف کې ترسره کړي دي. خو نوموړي ونه ويل چې دغه راز بنديان په کومو ځايونوکې ساتل کيږي.کارپوهان په دې اند دي چې دغه څرګندونې به دامريکا داستخباراتي سازمان هکله په نړيواله کچه شک زيات کړي. اروپايي هيوادونه وړاندې هم په دې هکله دامريکا په سياست نيوکې کړې وې.کانډوليزا رايس هم اروپايي هيوادونو ته دخپل سفر په ترڅ کې له ډيرو پوښتنو سره مخ وه ",امريکا مني چي دبنديانو سره ئې داړيکو اجازه نده ورکړې 184,," په کروشيا کې دجنګي جرمونو ترټولو مهم تورن انتي ګوتووينا دهسپانيا په مادريد ښارکې دپوليسو له خوا ونيول شو. ټاکل شوې ده چې نوموړی په هاګ کې دملګروملتونو نړيوالې محاکمې ته وسپارل شي. نوموړي چي  دچهارشنبې په ورځ دهسپانيۍ په کاناري ټاپوکې نيول شوی وو، ملګروملتونو ته دمحاکمې لپاره وسپارل شو. نوموړی په 1995 کال کې دکروشيا دخونړيو جګړو په بهيرکي د150 تنو ملکي کسانو په وژنه تورن دی. ",د کروشيا په جنګي جرمونوتورن انتي ګوتووينا نيول شوی 185,," افغان سرحدى پوليسو د جمعې په ورځ په کابل نړيوال هوايى ډګر کې درې تنه افغانان چې ٦ کيلو ګرامه هيروين يې بهر ته ليږدول نيولى دى . د نيولو شوي کسانو هويت نه دى افشا شوى . افغان پوليسو ويلى چې په دې هکله ددو ىپلټنې روانې دى . ",٦ کيلو ګرام هيروين په کابل کې نيول شوى . 186,حقمل," افغان ولس مشر پرون د ناروې هېواد له لومړى وزير سره په کتنه کې په افغانستان کې د ناتو دغړو هېوادونو دسوله ساتو ځواکونود پراختيا د نوې پريکړى هرکلى وکړ. ناتو اوس مهال څه ناڅه ٩٠٠٠ځواکونه په افغانستان کې لرې چې د نوې پريکړې له مخې به داشميره ١٥٠٠٠ ته جګه شى .د ناتو دغړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې هغه طرحه ومنله چې د هغې له مخې به په راتلونکې کال کې ٦٠٠٠ نور نوى ځواکونه افغانستان ته واستوى . ددغو ځواکونو ډيره شميره به دهېواد په جنوبى سيمو کې ځاى پر ځاى شى .همداشان افغان ولس مشر د ناروې هېواد دلومړى وزير سره په کتنه کې د افغانستان سره د ناروې هېواد مرستې وستايلى او څرګنده يې که چې دغه هېواد تر اوسه له افغانستان سره څه ناڅه ٢٨٠ ميليونه ډالر مرسته کړې ده . په کتنه کې د ناروې لومړى وزير افغانستا ته دنورو سرتيرو د استولو ژمنه هم وکړه . ناروې اوس مهال څه کم ٣٠٠ سرتيرى په افغانستان کې لرى . همدارنګه د افغانستان د ملى دفاع وزير سترال جنرال عبد الرحيم وردک د پنجشنبې په ورځ د ناروې ددفاع وزرات له وزيرې ميرمن انى ګريتى ستروم اينلسن سره په کتنه کې هيله وښودله چې د ناروې هېواد به دروزنې او تجهيزاتو په برخه کې د ملى اردو له ځواکونو سره مرسته وکړى . په کتنه کې د ناروى دفاع وزيرې په راتلونکى کال کې د نړيوالوسوله ساتو ځواکونو په چوکات کې افغانستان ته د اف ١٦ جټ الوتکو داستولو ژمنه کړې ده . ",افغان ولسمشر د ناتو د نوې طرحې هرکلى کړى . 187,حقمل," د هلمند والې منلې چې د وسه والو د يو بريد په ترځ کې د بغران په ولسوالى کې دوه تنه پوليس وژل شوى او دوه تنه نور ټپيان شوى دى . دغه بريد د پنجشنبې په ورځ هغه وخت رامنځ ته شوى چې يو شمير پوليس په دغه ولسوالى کې د ګزمى په حال کې وو .د طالب اورپکو يو وياند دا شميره بيا ٧ تنه ښودلې ده . هلمند والى دا خبره رد کړه . ",په هلمند کې دوه پوليس مړه او دوه ټپيان شوى دى 188,,"   د ټاکنو دسمون گډ دفتر په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې کاږلي چې ورته دولسمشر کرزی له لوري دمشرانو جرگې د ٣٤ انتصابي غړیو لست ورسیدلی. اوددغه کمیسیون دمنلو وړ دی. په ٣٤ انتصابي غړیو کې ١٧ ښځې دوه تنه کوچیان او دوه تنه معیوبین هم گډون لري. ددغو انتصاب شویو غړیو لست لا تراوسه ندی اعلان شوی او اعلان به يې دولسمشر کرزي ددفتر له لوري کیږي. له همدې اعلان سره جوخت دټاکنو دسمون ددغه گډ دفتر کار بشپړ کیږي او واک به یې بلې ټاکنیزې اوږد مهالې ادارې ته سپارل کیږي. ",ولسمشر دمشرانو جرگې انتصابي غړي وټاکل. 189,,"  جلالزی په هلمند کښي 7 تنه افغان پولیس او 5 طالب جنګيالي وژل شوي دي د اسوشیتت پرس آژانس د یو سیمیز پولیس له قول چه نوم یې ندی ا خیستل شوی ویلي پیښه وروسته له یوې درې ساعته نیښتي رامنځ ته شوې ده .نوموړي د جگړې سیمه نده په گوتو کړې خو ویلي دي چه تیره شپه ناوخته طالب جنگیالو په یو دولتی ودانۍ برید وکړ او جگړه رامنځ ته شوه .ویل کیږي په دی نیښته کښي 6 تنه پولیس ژوبل شوي هم دي . ", هلمند کښي 7 تنه پولیس او 5 طالبان وژل شوي دي 190,," ميرويس جلالزی په عراق کښي د امریکایي ځواکو تر لټون لاندی د القاعده یو لوړ پوړی غړی نیول شوی دی   د عراق په رامادې ښار کښي د امریکې د سمندري ځواک د قومنداني له خواه په خپاره شوي بیان کښي چه نن مطبوعاتو ته په لاس ورغلي راغلی امیر خلف فانوس چه په رامادې کښي په سړي تښتونه او دولت ضد تحرکاتو تورن دی او امریکا ئې له ډیري مودې راهیسی په لټه کښي وه نیول شوی دی . په بیان کښي د امریکا د سمندري ځواک د کپتان جیفري پاول له قول راغلي چه فانوس د القاعده تروریستي شبکی یو فعال غړی واو د رامادې په ښار کښي یې کورني جنگیالي روزل . د پاول په وینا د القاعده د دې غړي نیونه به د عراق ټاکنو ته چه د دسمبر د میاشت په 15 تر سره کیدونکي یو ستره لاسته ته راوړنه وي . ",امیر خلف فانوس چه په رامادې کښي نيول شوی دی 191,,"   نن په کابل کې داروپا داتحادیې پر ټاکنو کتونکې ډلې، دافغانستان په ترسره شویو پارلماني او ولایتي ټاکنو وروستی راپور خپور کړ. ددغې کتونکې ډلې مشرې میرمن ایما بونینو خبریالانو ته وویل چې ټاکنې سره له دې چې په سوله ایز ډول بشپړې شوې خو له ځان سره یې دپام وړ نیوکې هم درلودې. چې باید په راتلونکې کې بیا تکرار نه شي. نوموړې وویل چې باید دټاکنو کارکونکي روزل شوي وای چې گوندې داکار ونشو. او دټاکنو په ورځ ددغې ډلې استازو په ١١٠٠ رای اچونې مرکزونو ته تللي وه اوټولو ټاکنې ښې بللې. نوموړې دغه راز دولایتي شوراگانو په صلاحیتونو هم وغږېده اند یې داوه چې په قانون کې کار څرگند ندی ښوول شوی. ددوی دغه راپور پداسې حال کې خپریږي چې ایله اوونۍ دپارلمان ناستې ته پاتې ده. ",پر ټاکنو داروپا اتحاديې کتونکې ډلې راپور خپور کړ. 192,عبدالعزیز نایبي,"                                                                                                                                                             د رحیم گل څاروان انتخاب عبدالعزیز نایبي ارمان داوښکو سین کې طوفانو ته رسوم فریاد دزړه له تله زلزلو ته رسوم دې کم عمر کې خلکو څومره درد زما نصیب شو گیلې دشپو په لارو اسمانو ته رسوم اور نه لرې گرځه، هسې نه چې لولپه شې دسوي زړه اهونه مې سپرغو ته رسوم مجلس دلیونو کې چې زه ناست دتخت پر سر یم منصور په شان مې غاړه زه دارو ته رسوم شرنگاه ستا دبنگړو چې ملنگان واړه خبر کړل توصیف ستا دښکلا به کچکولو ته رسوم دغم په میکده کې ددردو له خوند خبر شه عزیزه ستا ضمیر به دې پیالو ته رسوم       ",غزل 193,حميد وردګ," د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې د مشرانو جرګې د انتصابي غړو نومونه په ډاګه شوي، دغه غړي چې شمېر يې څلور دېرشو تنو ته رسېږي اوه لس يې نارينه او اولس نورې يې ښځې دي . په دغه لېست کې په ترتيب سره دغه نومونه تر سترګو کېږي حضرت صبغت الله مجددي ، مارشال قسيم فهيم، سيد حامد ګيلاني ، عبدالباقي بريال، ملا شير محمد اخونزاده، حاجي محمد عيسي خان شينوارى، مولوي ارسلا رحماني، حاجي محمد حسن هوتک ، حاجي نظر محمد، پوهاند عبدالله حقايقي، استاد عبدالصبور فريد، قربان علي عرفاني ، الحاج سليمان ياري، احمد شاه رمضان، عبدالکبير مرزبان، حاجي تور ديا خان، ګنګارام، بي بي حاجي نفيسه سلطاني، قمر خوستۍ، مسلمه حسيني، طيبه ذاهدي، محبوبه حقوق مل، حميرا نعمتي ، ريدا عظيمي، نجيبه حسيني، سارا سرخ ابي، عاليه قاضي زاده قرداش، صديقه بلخي، خديجه حسيني، کبرا امان، روشن، سهيلا شريف، نجيبه بلوڅ. ",د انتصابي غړو لېست په ډاګه شو 194,حميد وردګ," د فارياب مزار شريف د لويې لارې په اوږدو کې نا پېژندل شويووسله والو غلو دېرش موټرونه لوڅ کړل ، ويل کېږي چې په دغه موټرو کې ډېر داسې کسان وو چې بيت الله شريف ته د حج د ادا کولو په موخه روان وو . ",وسله والو غلو دېرش موټر لوڅ کړي 195,,"  دبېنوا فرهنګي ټولني له خوا  لاندي کتابونه چي د کمپوز او ډيزان چاري ېې په مکمله ټوګه پای ته رسيدلي دي يوازي او يوازي  مطبعې ته د تللو او چاپ لپاره  دافغان فرهنګ او ادب مينانو ته انتظار باسي..دافغان فرهنګ اوادب مينان كولاى سي چي په دغه لړ كي دخپلي خوښي كتاب يا كتابونه وټاكي اودچاپ لګښت يې را وليږي ، دا به دافغان فرهنګ دبډايني له پاره د دوى لويه پېزوينه او دمسؤليت اداينه وى . مينوال کولای شي چي د نورو معلوماتو لپاره د بېنوا فرهنګي ټولني د اروپا او امريکا د څانګو سره په تماس کي شي او يا هم خپلي اړيکي د بېنوا پاڼي د اړيکو له لاري زموږ سره ټنګي کړي ستاسو درنو فرهنګ مينو دمرستي په هيله . شمېره د کتاب نوم ليکوال يا ژباړن د چاپ لګښت ١ شهيد سردار محمد داود خان اودچنګاښ د ۲۶ مي پاڅون ژ ـ وحيد احمدزى ۴۰۰ امريكايي ډالره ٢ افغانستان او پر پولو جګړه ژ ـ عنايت الله صاپى ۲۵۰ امريكايي ډالره ٣ دشمالي ولايتونو لرغوني آثار حنان حبيبزى ۳۰۰ امريكايي ډالره ٤ لنډي كيسې غزانور ۲۵۰ امريكايي ډالره ٥ دلنډي كيسې ليكلو لاري ژ ـ شيراحمد حيدر ۲۵۰ امريكايي ډالره ٦ فولكوريكي كيسې امين الله احمدى ۲۵۰ امريكايي ډالر ٧ پښتنې مېرمني ارواښاد بېنوا ۵۰۰ امريكايي ډالره ٨ دعلم ګل سحر ناول ګل سحر ناول ۳۰۰ امريكايي ډالره ٩ دشيراحمد حيدر ناول شيراحمد حيدر ۳۰۰ امريكايي ډالره ١٠ په نړۍ كي مهمي پېښي آصف عنر ۳۵۰ امريكايي ډالره ١١ ډيرى تندى تش جانونه ( شعري ټولګه ) واصل حسنيار ۳۰۰ امريكايي ډالره ١٢ دعلامه حبيبي شل مقالي ( دري ټوكه ) راټولونكي مطيع الله روهيال ۱۰۰۰ امريكايي ډالره ١٣ خبر څنګه وليكو ؟ نذير احمدسهار ۳۰۰ امريكايي ډالره ١٤ دكريمي فيض زاده شعرونه او نثرونه   ۳۵۰ امريكايي ډالره ١٥ دبېنوا صاحب مقالې راټولونكي محمود عزيزي ۵۰۰ امريكايي ډالره ",د بېنوا فرهنګي ټولني د پام وړ خبرتيا 196,," غلام جيلاني ځواكد راه نجات ورځپاڼه چي خپل ځان ته ځانګړي قومي او مذهبي تمايلات لري د افغانستان اونړي د نومياليو د ژوند ليكونوپه اړه يو ستون لري چي په هره ګڼه كي د يونوميالي ژوند ليك خپروي، دد ي ورځپاڼي په ۱۶۱مه ګڼه كي د اعليحضرت غازي امان الله خان نوم مي پام ځان ته راواړاوه او هك پك حيران شوم، د نړي ژوندي ملتونه خپل ميړني اتلان ستايي او وياړ پري كوي خو د شرم ځاي دي زموږ په هيواد كي ځيني كړي قومي اومذهبي تعصبونو دومره ړانده كړي چي په ډيري بي شرمي د ملي اتلانو سپكاوي كوي او حتي تاريخ تحريفوي.دا ورځپاڼه د اعليحضرت غازي امان الله خان په هكله داسي ليكي:""امان الله خان باني نظام سلطنتي در افغانستان بود. اوهمچو اتاتورك در تركيه و رضا خان در ايران از سوي استعمار بريتانيا مامور اسلام زدايي بود"".كه د مضمون ليكونكي د تاريخ نه چورلټه بي خبري نه وي نودلته ليكوال د تاريخي بد نيتي نه كار اخستي، امان الله خان د هيواد د روښان اندو دلومړني غورځنګ يوغړي وو، ده وكولاي شول برتانوي استعمار ته په پوځي ډګر كي شرمونكي ماته وركړي او برتانيه دي ته اړ كړي چي د افغانستان استقلال په رسميت وپيژني، امان الله خان نه يواځي دا چي د افغانستان داستقلال ګټونكي وو بلكي په افغانستان كي ډيرو اصلاحاتو بنسټ ايښودونكي هم وو هغه په لومړي ځل په هيواد كي مريتوب له منځه يووړ، او يواځي دكابل ښارنه په زرهاوو مريان چي ډير شمير يي د هزاره له قومه وو خوشي كړل، ده مكتبونه جوړ كړل او د هيواد د صنعتي ودي لپاره يي د پام وړ ګامونه واخستل،نپوهيږم د راه نجات ورځپاڼه دكوم سند ، مدرك او ياهم دليل له مخي اعليحضرت غازي امان الله خان د انګليسي استعمار لخوا د اسلام د له منځه وړلو مامور ګڼي، امان الله خان د اسلام نه بلكي د هغه شمير روحانيونو ضد وو چي د انګليسي استعمار په چوپړ كي وو، امان الله خان نه يواځي دا چي د اوسني افغانستان نه انګليسان وتو ته اړ كړل بلكي په دي هڅه كي وو چي ټوله اسلامي نړي د انګليسي استعمار له شره وژغوري او په همدي منظور ده هڅه كوله چي په خپله رهبري اسلامي خلافت په افغانستان كي بيا را ژوندي كړي.په افغانستان كي د اسلامي خلافت ژوندي كيدل د سيمي اوبيا له ټولي اسلامي نړي نه د انګليسي استعمار د لمني دټوليدو په مانا وه، او له همدي كبله انګليسي استعمار د خپل اجيرو روحانيونولكه ګوډ ملا اويو شميرنورو په مرسته اعليحضرت غازي امان الله خان د توطئو اودسيسو له لاري له واكه وغورځاوه او د سقا زوي يي پر افغانستان واكمن كړ، رښتياده چي وايي تعصب د جهالت دليل دي، امان الله خان په شان په هيواد اوخلكومين ټولواك ته دانګليسي استعمار مامور ويل يا د ډير تعصب له مخي ممكن دي اويا د ډير جهالت له مخي. د ليكوال د تعصب يوه بله بيلګه داده چي دهمدی مضمون په یوبل ځاي كي داسي وايي:"" وي پس از شورش عمومي سرنګون ګرديد وتاجك ها قدرت را بدست ګرفتند"".دلته ليكوال غوښتي د امان الله خان پرضد دبرتانيوي استعمار توطئي ته په افغانستان كي د قومونوترمنځ دشخړي رنګ وركړي، څوك چي لږ هم د تاريخ نه خبرتيا لري پوهيږي چي د سقاو د زوي قدرت ته رسيدل يوه مكمله انګليسي توطئه وه نه دا چي د يوقوم پرضد د بل قوم پاڅون.امان الله خان كوم نوم وركي شخصيت ندي چي راه نجات وكولاي شي څرنګه چي يي زړه و غواړي هغسي يي خلكو ته ور وپيژني، البته راه نجات په دي توګه يواځي خپل ځان افغانانوته وروپيژانده چي تركومه حده د مذهبي او قومي تعصب، كركي اوكيني په خوسا ډنډ كي ډوبه ده. ",امان الله خان؛ د انګليسانو مامور!!!؟ 197,," ځواک  دپاكستان د کورنيوچارو پخواني وزيرنصيرالله بابر دا څوم ځل دي چي په خپلو مركو كي د افغانستان په وړاندي خپل تور نيت څرګندوي، او د افغانستان د سولي د اوسني بهير او بياپه تيره د ولسمشر كرزي په وړاندي د سپكواو سپورو نه چي د بابر داستعماري تربيي يوه برخه ده كار اخلي. بابر په خپله تازه مركه كي چي د خيبر تلويزيون خپره كړي لومړي هڅه كوي د خپلو تورو اعمالو نه خپل تور مخ سپين كړي،د طالبانو په پروژه كي دخپل رول نه انكار كوي، په افغانستان كي د پاكستان لاسوهنه ردوي او بيا لا ګواښ كوي او وايي چي كه پاكستان د افغانستان په چارو كي لاسوهنه كولي نو اوس به په جلال آباد اوكندهار كي دهند كونسلګري نه وي او بيا د هغي كيني او كركي له مخي چي په افغانستان كي د طالبانو د ماتي له امله افغانستان سره لري په افغانستان كي د ولسواكي د شتون نه انكار كوي او وايي چي د افغانستان پارلمان ته ټول پخواني ټوپكسالاران د وسلو په زور راغلي، او بيا كله چي د خپلي كركي لوړ حد ته رسيږي وايي چي كرزي به رسوايي سره له افغانستان نه وځي،بابر دلته په حقيقت كي دخپل زړه ارمان ښكاره كوي، هغه ارمان چي بابر او د بابر په شان نورو پاكستاني جنرالانو يي په كلونو كلونو پالنه كړي اوبيا د طالبانو دپروژي په شكل يي برياليتوب ته نژدي شوي وو چي ناڅاپه دا ټول ناولي ارمانونه يي د سپتمبر په ۱۱مه نيټه د امريكا دسوداګري دبرجونو سره يو ځاي د ترهګري په لمبو كي و سوځيدل،او په تور مخ له افغانستان نه وتو ته اړشو،نو بابر چي اوس څه وايي په حقيقت كي د همدي كركي او كيني له مخي وايي او د يو مات شوي جنرال ناهيلي څرګندوني دي، او له دي امله ضرورت نه ليدل كيږي چي په ځواب ويلو يي خپل وخت ضايع كړو خو بياهم غواړم بابر ته څو ټكي په نښه كړم. لومړي داچي وايي دروغجن حافظه نلري، بابر هم د افغانستان په چارو كي د پاكستان لاس وهني نه انكار كوي او بيادا هم وايي چي ده د افغانستان لپاره د يو دفدرال جوړښت يو داسي وړانديزوړاندي كړي وو چي طالبان اوشمالي اتحاد دواړه پري راضي وو خو كله چي امريكي سره د بريډاس او يونيكال په مسئله جګړه راغله نو دوي زموږ حكومت لري كړو. بابره واوره! كه پاكستان د افغانستان په چارو كي لاسوهنه نه درلودي نو په اصطلاح ته دكوم باغ مولي وي چي د افغانستان لپاره ديو فدرال جوړښت وړانديز وړاندي كوو، اوبيا بابره ګله ته چي د افغانستان ټولټاكني او بيا حامدكرزي دنيوكو لاندي نيسي او مشروعيت يي ترسوال لاندي راولي د خپل جعلي هيواد د ازادي درجه درته معلومه شوه، ديوي مسئلي پرسر اختلاف سبب شو چي ستاسو حكومت داسي لري كړي شي لكه مچ له شړومبو، نومخكي لدي چي په بل چا نيوكي وكړي يوځل ځان ته هم ګوره، او پاكستان ته دي هم، ته وايي دافغانستان پارلمان ته ټوپك سالاران راغلي، خبره دي سمه ده خو نيمايي د افغانستان پارلمان ته ټوپك سالاران راغلي خو دا ټوپك سالاران دافغانستان دټولني يوه برخه ده او د خلكو رايي يي اخستي، د افغانستان ولسمشر دخلكو په رايي ټاكل شوي او په افغانستان كي د ټاكنو سموالي ټولي نړي منلي، خو ستا په هيواد كي اوس هم يو جنرال واكمن دي، بابره پاكستان كي خو دا هم اهميت نلري چي واكمن څوك دي فوځي لباس كي دي او كه ملكي لباس كي، هلته كه ستا په اصطلاح جمهوريت هم وي نو پارلمان ته څوك او دكومي طبقي خلك راځي،د يولږ شمير وطنپالو قوتونو نه پرته هغه خان، چوهدري، وډيره او سردار چي پلرونو او نيكونو يي په كلونو كلونو انګليسي استعمار ته خدمت كړي او د خدمت په بدل كي يي د سر او يا خان بهادر لقبونه اخستي، د هغه انګليسي استعمار نه چي په خپلو كلبونو به يي ليكل هنديان اوسپيان ننوتي نشي نو هغه څوك چي د هغه استعمار په خدمت كي وو يقيناً له سپيانو يي هم درجه ښكته وه، بښنه غواړم بابر صاحب زه خبره نه يم ستا پلار يا نيكه هم د سر او يا د خان بهادر دلقب وياړ!!؟ ترلاسه كړي كه نه، ترڅو چي زما خيال دي نو كړي به يي وي كه نه نو يو پښتون او دپاكستان پوځ كي جنرالي!!؟ بابر صاحب ته دافغانستان د پارلمان او په افغانستان كي د ولسواكي په هكله كه په فكر كولو ځان ته تكليف ورنكړي نو درته به ښه وي، بلكي ښه به داوي چي ته دخپل پاكستان په هكله فكر وكړي چي نور د نړي په نقشه كي د يو څو ورځي ميلمه دي، ستاپوځ او آيي ايس آيي چي څرنګه په ښكاره دترهګري سره د جګړي اعلان كوي او په پټه د ترهګرو ملاتړ كوي او روزنه وركوي او بيا د اتومي وسلي خاوند هم دي نو ، نو دي خبري د نړيوالو په ذهن كي په جدي توګه داسوال مطرح كړي چي پاكستان ولي بايد پاتي شي، څه خبر كيداي مشرف د پاكستان اخرني واكمن وي او ته به دانډين ارمي د ريټايرمنټ په څانګه كي د خپل پنشن پسي سرګردانه ګرځي ",دپاكستان دکورنيوچارو پخواني وزيرنصيرالله بابرته ! 198,," ", 199,,"   دپروان ولایت داطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايې چې دامنیتي ځواکونو په ملتیايې دباگرام دولسوالۍ په کفرکلا کې یې دبودا دوخت ١٣ مجسمې دقاچاقچیانو له منگولو  نیولي. دامجسمې دا مهال دهمدغه ریاست په واک کې دي. دجگړو په کلونو کې دافغانستان تاریخي اثار په خپل سر ویستل شوي او په گاونډیو اونور هیوادو کې پلورل شوي. ",په پروان کې دبودا دوخت مجسمې ونیول شوې. 200,,"   په هغه غږیز کیسټ کې چې پژواک خبری اژانس او بي بي سي ترلاسه کړې دحزب اسلامي گوند مشر او پخواني لومړي وزیر انجنیر گلبدین حکمتیار ویلي چې راتلونکی عیسوي کال  ٢٠٠٦ به دامریکایانو لپاره له افغانستان اوعراقه دوتو کال وي. ښاغلي حکمتیار سږ کال دجولای په میاشت کې دازبکستان له خان اباده دامریکایانو دهوايي اډې نه دوتو په څیر راتلونکی کال له افغانستانه دوتو کال بولي. حکمتیار یوازنی جهادي مشر دی چې دولسمشر کرزي دحکومت مخالف دی دده دمخالفت موخه له افغانستانه دامریکایانو اونورو بهرنیو ځواکونو وتل دي. ",حکمتیار راتلونکی کال دامریکایانو دوتو کال بللی. 201,حقمل,"  دتيری شپی له نيمایي وروسته دافغان تلويزيون خپرونی ددغه تلويزيون په دستگاه کی د اور لگيدنی له امله په تپه ودريدی . مسولين وایي  داورلگيدنی لامل نه دی معلوم او د بياجورونی کار پيل شویدی . ",د افغان تلويزيون خپرونی ودريدی . 202,," ساحل  = کندهار نن غرمه پر پاوكم دوولس بجود کندهار د عيدګا شيشك ته نږدې د امريكايي پوځيانو پر موټر ځانمرګى بريد تر سره شو پېښه هغه مهال رامنځته شوه كله چې د امريكايي پوځيانو موټران د ښار د لوېديځ څخه د ختيځ پر لور روان وه عيني شاهدانو ويلي چې نوموړي كس همدلته سړك ته نژدې ناست وو چې د امريكايي موټرانو دليدلوسره سم يې ځان سړك ته راورساوه ، او غوښتل يې چې د امريكايي پوځيانو د موټرانو سره ونښلي خو مخكي له دې چې موټرانو ته ځان ورسوي د يوې لاسي ګاډۍ سره نښلي او چاودنه رامنځته كېږي د كندهار امنيت امير په وينا په پېښه كې درې ملكي كسان چې د جادې پر پارك يې كار كاوه ټپيان شويدي چي په هغو کي د يوه روغتيايي حالت ډير خراب دی  په پېښه کي امريكايي پوځيانو ته ځاني زيان نه دى رسېدلى  د ملي اردو د يوه كنډك مشر عبدالحي خبريالانو ته وويل چې حمله كوونكى پنجابى دى ",په کندهار کي پر امريکايانو ځانمرګی بريد شوی دی 203,سعید زابلی,"                                                                 غزل                                                                                                               چاويل چی دار ګـــران دی                    (   سعيدزابلی )                                          ښکلی انتظارګـــــران دی                                         ځه وکړم ستـــــــاشونډوته                                         زړه ساتل قرارګــــــران دی                                         نور څه به اسانــــــــــه شــــی                                         زړه ســـاتل ديارګــــران دی                                         څه پوښتی بارخوشـــونډي                                         مورګرانه که پلارګــران دی                                          زه ( سعـــيد)پـــــــــــرتـــاميــن                                         ستا تــــرمخ اقــرار ګران دی   ",غزل 204,," ع : نورزي هلمند دهلمندپه ګرمسيرولسوالۍ كښې شپږپوليس ووژل شوه اويوتن زخمي شو . تيره شپه دشپې دولس بجي دهلمنددګرمسيرولسوالي كي هغه مهال شپږپوليس ووژل شوه اويوزخمي شو كله چي نامعلومووسولوالوپرنوموړي ولسوالۍ بريدوكړي دهلمندامنيه قومندان مل پاسوال عبدالرحمن صابردبينواخبريال ته وويل : چي بريددشپې پر۱۲ بجي رامنځته شوچي شپږتنه پوليس ئې ووژل اودري تنه تردامهاله ورك دى اويوتن زخمي دى دصابرمرستيال حاجي محمدايوب نن دمازيګر۶ بجي دبينواخبريال ته وويل : چي امنيه قومندان صابرخپله دسلوتنوپوليسوسره ونوموړي ولسوالي ته تللي اوعمليات ئې پيل كړي چي نتيجه به ئې وروسته څرګنده شي . دګرمسيرولسوالي دمركزلښكرګاه په ۱۸۰ كيلومتري كښې پرته ده چي زيات وخت ورڅخه دمرګ ژوبلي خبرونه ترلاسه كيږي .   ",د هلمند په ګرمسېر کي مرګ ژوبله رامنځته شوه 205,," ", 206,,"   دنشه یي توکو پر وړاندې دمبارزې وزارت او دملگرو ملتونو دنشه یي توکو او جرمونو ادارې یا unodc پخپلې ورورستۍ سروې کې ښوولې چې سږ کال دکوکنارو په کښت کې دتیر کال پر پرتله په سلو کې ٢١ کموالی راغلی. دنشه یي توکو پر وړاندې دمبارزې وزیر حبیب الله قادري ویلي چې له خپلو کارونو خوښ دی او بریالیتوب یې گڼلی. خو لا وایي چې تر دې مهاله دافغانستان په سلو کې ٨،٧ وگړي دکوکنارو په کرکیلې اخته دي. او دتیر کال پر پرتله سږ کال ٢٠٠٥  کې د تاریاکو ٤،١٠٠ میټریک ټنه تولید څخه ٢،٤  میټریک ټنه تولید ته را ټیټ شوی. دملگرو ملتونو دنشه یي توکو پر وړاندې دمبارزې ادارې مشرې ډوریس بوډنبرگ هم دغه لاس ته راوړنې مهمې گڼلي. افغانستان دکوکنارو په کرکیله کې دنړۍ لومړی هیواد گڼل کيږي چې دمنځه وړلو لپاره یې نړیواله ټولنه هوډمنه ده. ",دتیرکال پر پرتله سږ کال دکوکنارو کښت کم وه. 207,," د ""ځولۍ "" دوهمه ګڼه و غوړيده ! بصير بهير وردګ  د پښتو ادب په اسمان کي د ځولۍ ادبي ،علمي ،تاريخي او کلتوري دوه مياشتنۍ مجلې دوهمه ګڼه له چاپه ووته .دا مجله چي د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځۍ د پښتو څانګي لخوا خپريږي, په دې ګڼه کې بيا هم د ادب مينه والو ته په زړه پوري ادبي او تحليلي مضامين او شعرونه خپاره کړي دي په دي ګڼه کي لاندي مضامين درانه لوستونکي لوستلا ي شي : د لوي استاد ادبي څيره  هيومنيزم  د کره کتني ارونه  د نومونو لغوي څيړنه  په افغانستان کي عصري زده کړي  او همدارنګه د نورو ګڼ شمير ليکوالو ليکني اود غزلبڼ تر سر ليک لاندي د ګڼ شمير شاعرانو شعرونه چاپ شوي دي. د يادوني وړ ده چي ددي مجلي د امتياز څښتن او مسول مدير د همدي څانګي يو تن محصل عبدالله کامه وال او مرستيال يي بيا هم د دي څانګي يو بل تن محصل اجمل ښکلي دي . دا دوه مياشتنۍ مجله خپله پته داسي ليکي: په افغانستان کي : د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځۍ د پښتو څانګه  ګرځنده تيليفون : (0093)70602601 بريښناليک : zoleye_kabul@yahoo.com ","د ""ځولۍ "" دوهمه ګڼه و غوړيده !" 208,,"   پدې وروستیو کې دپلان پخواني وزیر او دولسي جرگې غړي رمضان بشردوست دکلیو دپراختیا وزیر حنیف اتمر په گڼ شمیر موضوعاتو کې گرم بللی وه او دنوموړي په اړه یې لویې څارنوالۍ ته یو لړ اسناد سپارلي وه. خو په تیرو پنځلسو ورځو کې دلویې څارنوالۍ له اړخه دیوې پلاوې په مشرې دکلیو دپراختیا وزارت وڅېړل شو. او تیره ورځ ددغه پلاوي مشر سید جلال جلال خبریالانو ته وویل چې دبشردوست له لورې چې کوم اسناد لوې څارنوالۍ ته سپارل شوي وه تر څېړلو وروسته ټول درواغ وبلل شو. جلال وویل چې بشردوست دکلیو دپراختیا پر وزیر داتورونه لگول چې گوندې نوموړي دوزارت په ادارو کې خپلوان په څوکیو گمارلي او دنوموړي دتحصیلي اسناد جعلي دي چې تر څېړنې وروسته بې اساسه وگڼل شو. خو بشردوست لا هم پدې ندی قانع او دیوې محکمې غوښتنه کوي.   ",حنیف اتمر لویې څارنوالۍ له تورونو پاک کړ. 209,,"   دولسمشر کرزي مطبوعاتي دفتر ویلي چې دهلمند ولایت نوی والي انجنیر محمد داود او مرستیال امیر محمد خان ټاکل شوي. دهلمند پخوانی والي شیر محمد اخندزاده دولسمشر کرزي لخوا مشرانو جرگې ته انتصاب شوی. ",هلمند ولایت ته نوی والي وټاکل شو. 210,,"   دلبنان دپارلمان غړی او ددغه هیواد وتلی خبریال جبران تویني نن په یوه موټر کې چې چاودیدونکي مواد پکې ځای پر ځای شوي وه دچاودنې په ترڅ کې له درېو نورو ملگرو سره وژل شوی. دلبنان یو مشر ولید جنبلاط الجزیرې تلویزیون ته ویلي چې داکار سوریې کړی. جبران دلبنان په پارلمان کې دسوريې دهیواد له مخالفینو څخه وه. ",دلبنان دپارلمان غړی جبران ووژل شو. 211,," ", 212,,"   نن خبریالانو ته دنړیوال مرستندویه ځواک یا ایساف ویاند انډریو ایلمس وویل چې دتیرې میاشتې په ٢٥ په مزارشریف کې دچاودنې په ترڅ هغه سویډنی سرتیری چې ټپي شوی وه دتیرې جمعې په ورځ مړ شوی. خو ویاند پدې ټکي ټینگار کوي چې د سویډن هیواد دافغانستان امنیت ته ژمن دی او دامهال ددغه هیواد سرتیري دایساف تر قوماندې لاندې دامنیت په چارو بوخت دي. ",ټپي شوی سویډنی سرتیری ومړ. 213,حمید وردگ," د افغانستان د کابيني اونيزې غونډې نن د دوشنبې په ورځ د هېواد ملي سرود تر اورېدو وروسته تصويب کړ .د ملي سرود شعر چې د نقادانو تر سختو نيوکو لاندې وو له يوې اوږدې مودې وروسته چې د کمپوز په قالب کې د سرود په بڼه چمتو شوى د کابينې د ټولو غړو له خوا منل شوى دى ،د يادولو وړ ده چې د ملي سرود شعر د هېواد دپياوړي شاعر او ليکوال عبدالباري جهاني شعر دى . ",ملي سرود تصويب شو. 214,بسم الله افغانمل," نحمده و نصلى على رسول الکريم، اما بعدپه اعوذ بالله من الشيطن الرجيم، بسم الله الرحمن الرحيم تر هرڅه دمخه د لوى او تاريخي مجاهد او مېړني کندهار د ټاکل سوې ولايتي شورا په استازيتوب اصالتاً د ځان او وکالتاً د ولايتي شورا د ټولو محترمو غړو، دوستانو او ملګرو، خويندو او وروڼو له خوا خپل د زړه له کومي تاوده سلامونه او نېکي هيلي، احترامات او پېرزويني، د هېواد منتخب جمهوررئيس جلالتمآب حامد کرزي، د کابينې محترمو غړو، ورسره ملګرو د زابل، هلمند او روزګان ولاياتو قدرمنو والي صاحبانو، معززو علماى کرامو، پوهانو او استادانو، د همجوارو ولايتونو څخه د منتخبو ولايتي شوراګانو محترمو غړو، د کندهار قدرمن والي صاحب، ټولو دولتي اراکينو، او منسوبينو، قومي سپين ږيرو او مشرانو، ګرانو هېوادوالو خويندو او وروڼو او د دې پرتميني غونډې قدرمنو برخوالو، درانه حضور ته وړاندي کوم.خوشحاله يم چې کندهار او کندهاريان يو وار بيا د خپل منتخب جمهور رئيس جلالتمآب حامد کرزي، د کابينې د محترمو غړو او د ورسره ملګرو د راتګ وياړ لري. له همدې کبله ښاغلي جمهوررئيس د کابينې درنو غړو، ورسره ملګرو او ټولو مېلمنو ته د زړه له کومي هرکلى او ښه راغلاست وايم، تاريخي کندهار ته ستاسو راتګ خيرمقدم ګڼم، په نېکو هيلو او پېرزوينو مو لمانځم. جلالتمآب جمهور رئيس، څرنګه چې زموږ ګران هېواد افغانستان د تاريخ ډېري سختي شېبې او څپې تېري کړي دي چي دا ټولي ستونزي افغانانو په خورا مېړانه او سړه سينه زغملي دي او په دې توګه افغان غيرتي ملت خپل هويت او حيثيت ساتلى دى چي انشاالله په راتلوكي كي به هم افغانان ستاسو تر مدبرانه قيادت لاندي خپل وحدت ، ملي حاكميت او ارضي تماميت وساتي. جناب رئيس صاحب جمهور، ګران هېواد افغانستان د بن د توافقاتو پر اساس ستاسو د مدبرانه او عالمانه قيادت په رڼا کې ډېري سختي او ستونزمني لحظې په ډېرې اسانۍ او سلامتيا تېرې کړې، چې له همدې کبله د بن د توافقاتو وروستۍ لړۍ هم، په خير او عافيت سره تېره سوه، يعنى ستاسو تر مشرتابه لاندي، په ټول هيواد کي د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو د ټولټاکنو په سرته رسېدو سره پايته ورسېده او دا دى د همدې ټاکنو په نتيجه کې نن د کندهار منتخبه ولايتي شورا جوړه سوې ده چي د خپلو خلکو او دولت سره د همکارۍ په موخه به خپلي ورسپارل سوي چاري پرمخ بيايي. هيله ده چې نوموړې شورا د هېواد او خلکو د خدمت مصدر سي. قدرمن جمهور رئيس صاحب، د دې لپاره چې ستاسو قيمتي وخت مي ضايع کړى نه وي، غواړم چې د کندهار د ولايتي شورا په نمايندګۍ د کندهار ولايت د بيارغوني د چارو په اړه خپل وړانديزونه او نظريات ستاسو حضور ته عرض کړم. جلالتمآب جمهور رئيس، د کندهار ولايت چې د تېرو دوو نيمو لسيزو د خونړيو جنګونوله کبله زيات وران سوى، تالا سوى او کنډواله سوى و او هرڅه يې له لاسه ورکړي وو، په هېواد کې د موقتي ادارې په رامنځته کېدو سره يې د دولتي چارواکو په خاصه توجه د بيارغوني په ډګر کې ګړندي ګامونه واخيستل، چې په نتيجه کې د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې يولړ زيات مثبت او مثمر تغيرات راغلل. د ښار او ولسواليو د زياتو برخو سړکونه، پلونه او پلچکونه، روغتونونه او مکتبونه جوړ سول. د برق مزي تر ډېره ځايه وغزېدل، د ټليفون اسانتيا مهيا سوه، ترانسپورټ فعاله سو، اداري واحدونه جوړ سول، قانون نافذ سو، خلکو ته د نسبي کار او روزګار زمينه برابره سوه. خو د دې ټولو تر څنګ بيا هم يو لړ مشکلات او مسايل موجود دي. چې هيله ده ستاسو د مهربانۍ له مخي ورته توجه وسي:١. د کندهار ښار په سطحه د يوه مجهز روغتون جوړول اشد ضرورت دى، مېرويس روغتون چي د كندهار يوازينى مركزي روغتون دى له بده مرغه له هر اړخه مشكلات او نواقصات لري كه څه هم دا روغتون د جنوب غرب حوزې لپاره غنيمت دى، خو د دارو- درملو، متخصصو ډاکټرانو، کافي درملني او وسايلو د نشتوالي له امله ډېري ستونزي لري.. دغه راز بايد په کندهار کې يو د نسايي او ولادي يو مجهز روغتون جوړ سي. د کندهار ولايت د ټولو اړوندو ولسواليو په مرکزونو کې يو- يو مجهز روغتون او څو پولي کلنيکونه جوړ سي. ترڅو د ولسواليو خلک دېته اړ نه سي چې د يوې عادي مريضۍ د علاج لپاره ښار ته را سي د کندهار ولايت په اکثره ولسواليو کې لکه: معروف او ارغسان کې اصلاً روغتون او کلنيک وجود نه لري. ٢. د وروستيو وچکاليو له کبله د کندهار ولايت خلکو په خاصه توګه کروندګرو زياتي ستونزي وليدلې، نو د دې لپاره چې د دغه ډول ستونزو مخه نيول سوې وي، په کار ده چې په هره ولسوالۍ کې يو د اوبو بند جوړ سي. ٣. هرې ولسوالۍ ته بايد پاخه او اساسي سړکونه، پلونه او پلچكونه جوړ سي. ترڅو د خلکو تګ راتګ اسانه سي. په ولسواليو کې زموږ ډېر ماشومان له ښووني او روزني څخه بې برخې پاته دي، په همدې اساس په هره ولسوالۍ کې بايد ښوونځى ، ديني مدرسې جوړې سي او كلينيكونه جوړ سي، له بده مرغه زموږ په يوشمېر ولسواليو کې ان د مکتب يو تعمير هم وجود نه لري. چې ښه مثال يې د معروف او ارغسان ولسوالۍ دي. هيله ده دغي ستونزي ته خاصه توجه وسي. همدغه راز بايد په كندهار ښار كي هم پر ښوونځيو برسېره ديني مدرسې هم جوړي سي تر څو زموږ ديني طلبا نورو هيوادونو ته د ديني زدكړي لپاره اړ نه سي.۴. د كندهار ولايت د ډنډ ولسوالي چي لويه او پراخه ساحه لري د ډېرو كلونو را په دې خوا په كورنيو چارو وزارت كي رسميت نه لري له همدې كبله د نوموړي ولسوالۍ خلګ د يو لړ ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، كه د مهربانۍ له مخي دغه ولسوالۍ ته چي تاسو جلالتماب هم د همدې ولسوالۍ اوسېدونكي ياست په كورنيو چارو وزارت كي ثبت او راجستر سي، ډېره به ښه سي تر څو په دې توګه د ډنډ ولسوالي چي د جهاد د دورې يو لوى مورچل و او له همدې كبله يې زيات زيانونه او ورانۍ ليدلي دي د خلګو ستونزي اواري سي.۵. د کندهار ولايت د دهلې بند چې د کندهار ولايت د اوبو يوه ستره زېرمه هلته موجوده ده، د ډېرو کلونو راهيسي له خاورو ډکه سوې ده چي د اوبو د زېرمي كچه يې ډېره ټيټه سوې ده، هيله ده د دې بند، چې د کندهار ولايت لپاره حياتي حيثيت لري، د پاکېدو په برخه کې ځانګړې پاملرنه وسي او يا هم د امكان په صورت كي يو بل بند جوړ سي.۶. د کندهار ولايت، چې يو زراعتي ولايت دى، نو د دې لپاره چې زموږ كښت او كرونده انکشاف او ارتقا وکړي، ښه به وي چې د کندهار ولايت زراعتي مځکي له ورانۍ او پر هغو باندي د ودانيو له جوړولو څخه ډډه وسي. دزراعت د ودي، ساتني او پالني لپاره بايد خاصه توجه وسي. د کندهار د مېوو لپاره چې د نړۍ په سطحه شهرت لري، بايد نړيوال بازار وموندل سي. ترڅو په دې ډول زموږ زراعت وده وکړي او اقتصاد مو قوي سي. ۷. د کندهار ښار په مرکزي برخه کې د جامعه عمر يا کندهار جامع په نامه چې کومه جامع موقعيت لري او د ودانۍ کار يې د طالبانو د دورې راپه دېخوا نيم په ټپه درېدلى دى بايد بيرته پيل او بشپړ سي او د دې په څنګ کې د کندهار ښار يوشمېر نوري تاريخي جامع ګاني چې تاريخي ارزښت او قدامت لري، هم بايد ترميم سي. ۸. د کندهار ښار مرکزي هديره، چې په وروستيو کلونو کې د توپکسالارانو او د زور د خاوندانو له خوا پرې قبضې سوي دي، کورونه، تعميرونه آن مارکېټونه پر جوړ سوي دي، بايد وساتل سي او د دغې سترې هديرې له ساحې څخه بايد په کلکه ساتنه او څارنه وسي.۹. د کندهار ښار د لومړۍ ، دوهمې ، درېيمي او څلورمې ناحيې او د ښار د نورو برخو فرعي او خامه سړکان بايد په ممکن فرصت کې ژر تر ژره پاخه او اساسي جوړ سي. ترڅو د ښاريانو ستونزي حل سي. ۱۰. د احمدشاهي ښار، چې د کندهار ښار په مرکز، څلورو ناحيو کې متمرکز دى، د نارنج ماڼۍ او نورو تاريخي ودانيو ، اثارو او ابداتو بايد په کلکه ساتنه او پالنه وسي. ځکه دا زموږ د تاريخي او فرهنګي هويت نښې دي. ۱۱. د دې لپاره چې د اداري افساد اختلاس او خيانت مخه ونيول سي، نو ښه به وي چې دولتي مامورينو ته کافي معاشات ورکړل سي. په خاصه توګه زموږ د معارف استادان چې نور عايد او درامد نه لري. د نوموړو ستونزو ته بايد ځانګړې پاملرنه وسي. ١۲. د هيواد د نورو برخو په پرتله په كندهار كي د بيا رغوني زيات کارونه سوي دي په دې برخه كي د كندهار د پخواني والي ښاغلي ګل آغا شېرزي د دورې د باز سازۍ لړۍ د يادوني او منني وړ ده، هيله ده چې په كندهار كي د بيارغونې لړۍ د پخوا په څېر دوام ومومي. خو د بيا رغوني هر پلان او پروګرام بايد د كندهار د ولايتي شورا په مشوره عملي سي او په دې برخه كي بايد لومړنۍ اړتياوي په پام كي ونيول سي.۱۳. د دې لپاره چې د بېكارۍ مخه ونيول سي او نور زموږ خلګ په ګاونډيو هيوادونو كي مزدورۍ ته اړ نه سي د خپلو ملي تجارانو، سرمايه دارانو او دولتي چارواكو څخه هيله من يم چې په خپل هېواد کې سرمايه ګذاري وکړي او کندهار ښار ته د اړتيا وړ مختلفي فابريکې او کارخانې راوړي. ترڅو زموږ خلګ د کار او کسب خاوندان سي. ١۴. د کندهار ولايت په ولايت كي د برېښنا زيات مشكلات موجود دي هيله ده چي په دې اړه جدي توجه وسي او د كجكي د برېښنا توربينونه او د توليد نوې او فعاله سي،۱۵. د كندهار د ادبي او فرهنګي ټولنو د ودې او پرمختګ لپاره بايد دولت مرسته او همکاري وکړي، که ممکنه وي، د کندهار د فرهنګي او ادبي ټولنو لپاره په کندهار ښار کې يوه ادبي دېره جوړه سي. او دا دېره يا خونه بايد د فرهنګيانو او فرهنګپالو په واک کې ورکړل سي ترڅو خپلې فرهنګي چارې په کې ترسره کړي. په پاى کې د ګران هېواد منتخب جمهور رئيس ښاغلي حامد کرزي، د کابينې درنو غړو، معززو مېلمنو او ټولو دوستانو ته يو وار بيا ښه راغلى او خير مقدم وايم. ستاسو د بري په هيله. مننه",د ولس حامدكرزي درانه حضور ته د كندهار د ولايتي شورا دمنشي وړانديزونه 215,ژباړه : نجيب احمدزی - بلجيم," ليکوال : پوهنوال  رسول باوري - هالنډ                                          ژباړونکي :نجيب احمدزی - بلجيم ",د ظاهر طنين کتاب ( افغانستان په شلمه پيړۍ کي) 216,,"   تیره شپه د دوو بجو په شاوخوا کې یوې سختې زلزلې افغانستان پاکستان او دهند هیوادونه ولړزول چې ویل کیږي مرکز یې دهندوکش غرونه ول. دولسمشر کرزي ویاند کریم رحیمي دموضوع په اړوند وویل چې تر دې مهاله په افغانستان کې ځاني اومالي زیانونه یې نه درلودل. او لاتراوسه په درې واړو هیوادنو کې دزیانونو په اړه څه ندي ویل شوي. ",سختې زلزلې افغانستان، پاکستان اوهند ولړزول. 217,," دولسمشر کرزي ویاند کریم رحیمي نن خبریالانو ته وویل چې دولت دانتقالي عدالت دخوندي کولو لپاره هوډ کړی او دوروستیو جگړو جنگي مجرمین به عدالت ته وړاندې کوي. نوموړي داخبرې دهغه څه ملاتړ وگاڼه چې تیر کال دافغانستان دبشري حقونو خپلواکه کمیسیون یو بشپړ راپور چې دعدالت عږ په نوم یادیده دهاگ کې نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړی وه او نړیوالې ټولنې ملاتړ يې ترلاسه کړی وه. رحیمي وویل چې دا کار به یوه کاري گروپ ته چې له پنځو کارپوهو به جوړ شي وسپارل شي . ",جنگي جنایتکاران به پېژندل کیږي. 218,,"    دولسمشر کرزي ویاند کریم رحیمي نن خبریالانو ته وویل چې تیره ورځ دوزیرانو په اونیزه ناسته کې دهغو وړونکو نوماندو چې دټاکنو دپایلو تر اعلان وروسته وژل شوي په سیمو کې بیا ټاکنې کیدونکې دي تر څو په ولسي جرگه کې دهغه ولایت څوکۍ تشه پاتې نشي. نوموړي دا ونه ویل چې داټاکنې به کله کیږي خو دا يې په ډاگه کړه چې واک دټاکنو دکمیسیون په لاس کې دی. تر دې مهاله دوه تنه دولسي جرگې غړي له لغمانه عصمت محبت او له مزارشریفه اشرف رمضان وژل شوي.   ",دوژل شویو کاندیدانو په سیمه کې ټاکنې کېږي. 219,,"   دسړک پرسر پلورونکو یا دلاسي گاډيو چلونکو نن په کابل کې په لاریون لاس پورې کړ او دڅو ساعتونو لپاره یې پښتونستان واټ تړلی وه. دوی له دولته غوښتل چې یو ځای ورته ځانگړی کړي تر څو دپلورلو چاره پرمخ بوځي. لاریون کوونکو دکابل سیرینا هوټل چې دکابل ښار په زړه کې پروت دی تر ډبرو لاندې راوسته ځکه چې دسړک پلورونکو پلورل یې درولي.   ",دسړک پر سر پلورونکو په کابل کې لاریون وکړ. 220,,"   نن په کابل کې دافغانستان دبشري حقونو دخپلواکه کمیسیون په بلنه دانتقالي عدالت غوښتنې او دافغانستان په وروستیو ناخوالو او جگړو کې دښکیلو ډلو ټپلو، او هغه چا ته چې بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي دسزا ورکولو په موخه درې ورځنی کنفرانس جوړ شو. په دغې غونډې کې دکابینې ځینو وزیرانو، افغانستان ته دملگرو ملتونو دسر منشي استازي جان ارنو، دبشر دحقونو دخپلواکه کمیسیون مشرې سیما ثمر، دیني علماو اونورو گڼ شمیر پوهانو گډون درلود. دولسمشر کرزي پیغام چې همدې غونډې ته یې لیکلی وه دسلاکار اسپینتا له لوري ولوستل شو چې پکې راغلي وه وینه پر وینې نه پاکيږي. دغه راز غونډې ته دبشر دحقونو دخپلواکه کمیسیون مشرې سیما ثمر هم وینا وکړه او دجنگي جنایتکارانو بخښنه یې یوازې دهغه چا حق وگاڼه چې بشري حقونه یې پایمال شوي وي. دغه غونډه به درې ورځې نور هم دوام ولري او دغونډې په وروستۍ ورځ به دغونډې پایله اعلان شي. دافغانستان په وروستیو ناخوالو کې دجگړو ټولې خواوې ونډه لري کمونستان، دمجاهدینو دکورنیو جگړو جگړه ماران او ان طالبه واکمني. ",دانتقالي عدالت غوښتنې لپاره درې ورځنۍ غونډه وشوه 221,نېکمل بارک," نېکمل بارکستاسی وړاندېزونه او څرگندوني چي د هېواد ولسمشر ښاغلي کرزي او نورو چارواکو ته وړاندي شوي وي په غور مي ولوست ستاسو احساس او لومړنی اقدام د قدر وړ دئ خو زه باېد زېاته کړم چي تاسو تر ډېره حده د ېوې ښاري شورا په څېر د مسائېلو سره برخورد کړی دئ . زه نه ېوازي ددې مخالف نه ېم چي زموږ د هېواد لومړنی پلازمېنه د کند هار ښکلی او تارېخي ښار باېد ژر تر ژره ورغول شي بلکي دا دهېواد په کچه  ددولت اساسي دنده بولم چي ستاسو وړاندېزونه باېد په پوره غور وڅېړي او عملي گامونه پورته کړي .زما نېوکه داده چي تا سود کندهار د ولاېت نماېنده گي کوی چي ښار ېې ېوه برخه ده . زه باورلرم تاسو به زما سره موافق ېاست تر څو دولسوالېو او لېري پرتو سېمو حالت په دقت سره ونه څېړل شي لېارو او سرکونو ته پاملرنه ونه شي د خلگو ژوند وده ونکړي هر ډول بېا رغونه په ښار کي د گواښ سره لکه همدا اوس چي وېنو مخامخ کېدای شي .زه د ساري په توگه تاسو ته دوې او ېا درې بېلگي وړاندي کوم :تاسو د سپېن بولدک ، معروف،  ارغسان ،خاکرېز، شاولېکوټ،شگه او داسي نورو ولسوالېو کي وگوری چي د طالبانو په هداېت ټول ښوونځی تړل شوي دي او دا لړۍ جرېان لري .څو ورځي مخکي د ارغسان په ولسوالي کي د امنېي قوماندان چي خپله هم په زور هلته قوماندان وو د مخالفېنو په کمېن کي ووژل شو په همهغه ورځ ېې زوی د پلار پر ځای د امنيې قوماندان سو او دوې ورځي وروسته ېې ېو کس د خپل پلار د مرگ په تور وواژه چي دوې ورځي ېې د ولسوالی مخ ته ځړولې وو.زه نه غواړم ټولی ناخوالی تاسو ته چی اوونی مو لا د کار د شروع نه تېرېږي در په گوته کړم ېوازي مي غوښتل ېادونه وکړم چي ستاسو د کار په دستور کي باېد د ولاېت ستونزی وي نه ېوازي ددې  تارېخي ښار ستونزي .  ",د کندهار د ولاېتی شورا ښاغلی منشی ته ېادونه : 222,ياغيستان,"   دا خو ترخه ريښتيا دي ٬چې د افغانستان په پلازمينې کابل کې د پښتو يوه لېسه هم نسته . دا د ټولو پښتنو لپاره ډېره د خوا شينۍ لامل ٬ او د شرم وړخبره ده  . اوس چې پښتانه د دولت پام دې ته راګرزوي چې په کابل کښې نيمې لېسې په پښتو کړي ، دا به يو څه هڅو او وخت ته اړتيا ولري.   له دې سره بله داچې د کابل په پوهنتون کې له يو څو لوستونکو او ښوونکو پرته ډېري په پارسي ليک او لوست کوي. دلته . ريښتيا دا دي چې په پوهنتون کې په ٪٧٠ لوستونکي او ښوونکي په پښتو ګړېږي . دوی ټول چې په ولايتونو کې په پښتو زده کړې تر سره کړې وې، خو کله چې کابل پوهنتون ته راسي نو ناببره په پارسي زده کړې او ښوونې پيل کړي.   داسي ولي ده؟ په دې چې په پښتو کې لوړې زده کړې نسته ؟ نه داسي نه ده٬ ځکه چې په جلال اباد پوهنتون کې لوستونکي هر څه په پښتو کي ليکي او لولي. نو بيا ولې ؟ ايا کوم قانوني خنډ سته؟ نه داسي هم نه ده . د افغانستان اساسي قانون خو هر چا ته اجازه ورکوي چې په پښتو او لا په پارسي باندي زدکړې وکړي . په دې هکله هيڅ داسي زور زياتي نسته چې پښتانه دې له پښتو څخه و لاس اخيستلو ته اړ ايستل سي .   ايا داسي خو نه ده چې په دې کار سره زموږ پارسې ژبي وروڼه خوابدي کيږي ٬ او دا فغانستان يووالي ته تاوان رسيږي . زما په اند داسي هم نه ده . ځکه که په کابل پوهنتون کې پښتانه په پښتو ليک او لوست کوي ٬ نو مانا ېې دا نه ده چې پارسي ژبي دې هم دې اړ ايستل سي چې له پارسي څخه لاس په سر سي . هر څوک دا حق لري چې په خپله ژبه ليک لوست وکړي .   نو بيا داسي ولي کيږي ؟ ګنا د چا ده؟ د دې ستونزې هواری به څرنګه وي ؟ دا په دې کېږي چې پښتانه د خپلې ژبې په اړوند په تاريخي توګه بې پروا دي . دا د پښتنو خپله ګنا ده . د دې ستونزه هواری داسي کيدای شي چې هر پښتون لوستونکی او زدکونکی په خپله ژبه ليکل او لوستل وکړي  . هله به د پوهنې په ډګر کښې نومونه پېدا کړي. د نورو ژبو له ويناوالو دې ګيله نه کوي . هر سړي دې دا کار له خپله ځانه پيل کړي . بل چا ته دې نه ګوري . زه په دې باور يم که پښتانه په کابل پوهنتون کې په پښتو ليک لوست وکړي ، نو افغانستان به هله د پښتو هيواد شي، ځکه چې دا پوهنتنون په هيواد کښې د پوهنې د مور حيثيت لري .   په درناوي  ياغيستان له لندن څخه  ",د کابل پوهنتون او پښتو 223,سنځرخېل," (سنځرخېل)  ٢٢  ليندۍ  ١٣٨٤ لمريز کال   ته به وايي چي په هيواد کي  هغه ځيني ټولني چي غړي يې تر انټرنټه پوري لاس رسی لري او همدا ډول د بهرمېشتو ټولنو مشران او استازي ټول د يوې کورنۍ غړي دي ، يو دبل وروڼه دي ، او يو د بل سره په کلتوري چارو کي په رښتيا هم بې سارې خواخوږي لري .  کله چي دلته په افغانستان کي دننه او يا بهر کي کله کوم ليکوال مړ سي ، نو يو وېش و واخ به جوړ سي ، اسمان به مځکي ته او مځکه به اسمان ته بوزي  ، سرونه به له دېواله دېواله ووهي ، او بس هره خوا په هره انټرنټ پاڼه کي به همدا پرله پسې د خواخوږۍ او او غمشريکۍ پيغامونه وي چي لار به نه کېږي . دا کار لومړی څو دګوتو په شمېر ټولنود ښه نيت له مخه پيل کړ ، خو وروسته داسي عام سو چي د ډېرو کلتوري ټولنو فعاليت بس يوازي د غمشريکۍ او يا مبارکيو تر پيغامونو پوري رالنډ سو او په دې ډول يې ځانونه او د ټولنو نومونه په خپرونو کي د خلکو تر غوږونو پوري ورساوه . تيار انټرنټ ، تياري ويبپاڼي او په پېخر پښتو خپروني ، نه يوازي دا چي داهر څه تيار او په خدمت کي دي ، بلکي مفت هم دي . دانټرنټ پاڼو چلوونکي هم بس دې کار ته خورا تيار دي چي کله به ورته تيار ليکل شوی پيغام راسي او. . . .  ته به وايي چي دا خلک هم نور هيڅ کار او روزګار نه لري ، د مړي به سا تر غاړي نه وي وتلې ، دوی به لسګونه پيغامونو ته وخت لا ځايونه په نښه کړي وي .  خوا مه بده وی ، زه نه وايم چي دا بد کار دی ، که همدغه څو تنه ليکوال ، ژورناليستان او پر افغاني کلتور مينان دا کار ونه کړي نو به يې څوک کوي ؟ بيا خو به هغه نامراده ليکوال چي عمر به يې دې ولس ته په خدمت تېرشوی وي پسله مرګه هم څوک ونه پېژني ! خو ؛ ديوې کلتوري ټولني ، علمي مرکز ، مطبوعاتي مرکز ، او دې ته ورته ډېرو نورو سازمانونو مانا دا هم نه ده چي بس کښېنه ، دې ته وايه مبارک دي سه ، او هغه به تاته وايي مبارک دي سه . نو به هغه کيسه سي چي ( ته ماته وايه حاجي صاحب او زه به تاته وايم ملا صاحب ) . د بېنوا انټرنټ سايټ د پام وړ سرليکونو په ستون کي د پښتو ژبي په اړه د يوه خورا مهم تاريخي او ملي کمپياين په اړه مالومات او پښتو ژبي څو خواخوږو ليکني کړي دي . که دا  د کوم مړي په اړه وای نو به دي اوس ليدلي وای چي په لسګونو نه بلکي په سلګونو پيغامونه به ورته ليکل سوي وای ، خو دا چي دا موضوع لږ دقت او پاملرني ته اړتيا لري او د يوه ملي احساس او مسوليت پر اساس کېږي چي  په څو علمي جملو کي د هغو ماشومانو ستونزي بيان شي کوم چي هم دافغانستان په پلازمېنه کابل کي ورسره لاس او ګرېوان دي او هم د هغوی د ټبر مشروع حق دی . نو ټولو فرهنګي ، کلتوري علمي او مطبوعاتي ټولنو غوږ کوڼ اچولی دی ځکه ښايي دوی به فکر کوي چي په دې کار کي يې نه دومره نوم کېدای سي او نه څوک شاباسی ورته وايي ، بلکي که کله کابل کي داطلاعاتو او کلتور وزير په خبر سي چي دې سړي هم د خپل ملي حق ږغ پورته کړی و ، نو کېدای سي کوم غوږ پېچ هم ورکړه سي . زه ستاسو د يوه ورور ، يوه افغان او يوه پښتون په توګه په هيواد کي دننه او په ځانګړې توګه بهر مېشتو ټولنمشرانو څخه په ډېر درنښت هيله کومه چي د خپلو ټولنو پر تګلارو ، کړنلارو، او موخو ژور فکر وکړي . هغه چي مړه دي په دعا يې بسنه وکړي ، د هغو چي اثار پاته دي د چاپ او خپراوي لاري چاري يې وسنجوي او خپل ولس ته يې وړاندي کړي او هغه چي ژوندي دي د هغوی د حقوقو د ترلاسه کولو په لاره کي خپله او دخپلو ټولنو شتمني او انرژي وکاروي  ، نه د خواخوږيو په کلېشه يي او تکرارو پيغامونو . همدا ډول د يادوني وړ ده چي اوس نه افغانستان هغه افغانستان دی چي د څو تنو په توره وساتلای سي او نه هم ژبه هغه ژبه ده چي د څو شاعرانو په شعرونو او يا څو ټولنو د خواخوږيو په پيغامونو پرمختګ وکړي .   ",ايا ژبه او کلتورد خواخوږۍ په پيغامونو پرمختګ کوي؟ 224,عادل اڅګزی,"   راځه   چي   سره   ځو   د   پوهاوي   سرمايه   وګټو د   ژوند   زاړۀ   کتاب   ته  به   تازه   وقايه   و ګټو  کابلی  يخ زڼی  بادمي نن له خوب  سره په جنګ  سولو وای   موخه   مي   ده  دا  چي  د سهار  مجسمه  وګټو  سکروټو  د  توپير  چي   يې  تڼاکي  پر  زړۀ  وښندې په  کار   ده  دې   وجود  ته  د  درمل  زمانه   و ګټو  بر يا له  به   موږ   هله  د  وران  کور  په  رغونه   سو چي   خاؤري   ته ، د  سولي  بختوره  ګاڼه   و ګټو  د ړاندۀ خونکارپه سترګه کي تصويردخنجرپروت دۍ  عا د له :  دې  غالب  ته  به  موږ  کله  ډېوه  و ګټو   ",غزل 225,," غان ادبي بهير دراتلونکې يو نۍ  يکشنبې په ورځ په پېښور (جهانګير اباد ، سلطان شهاب الدين غوري عالي لېسه ) کې يوه ځانګړې غونډه لري چې دبهير دنوي کميسون د ټاکنې لپاره ځانګړې  شوې ده ،غونډه به د ماسپښين په دوه بجو پيل کېږي  د لرې او برې پښتونخوا له  ټولو ښاغلو اديبانو او ادبپالو څخه هيله کېږي چې له موږ سره په دې غونډه کې ګډون وکړي تر څو د  بهير   لپاره نوې کابينه او نوې کړنلاره وټاکل شي ٠ په درناوي بهيروال     ",افغان ادبي بهير ټاکني کوي 226,حاجي امين باوري," ښاغلي  رمضان  (بشردوست ؟)  ته ، په بلژيک  کي دميشتوافغانانوسرخلاصی ليک ګرانه پر بشر مين رمضان صيب :لمړی تر هرڅه تاسي ته ،ستاسی د ناکامو هڅو او هيلو تسليت وړاندي کوو ٠افغانان متل کوي : چي د ميړاني يو اصل د پړه منل دي ٠که چيري د افغانستان څارنوالانو او قاضيانو ستاسي د غرض او هدف نه ډکو افراطي نظرياتو ته ، ستاسي د اند برابر جواب نه وي درکړی ، نو موږ افغانان ستاسي د خبرو تر شا ( کاسې لاندي نيم کاسه) ستاسي مخ ته ږدو :لمړۍ : مهرباني وکړی وواياست ، په فرانسه کي د تعليم پر وخت مو څو ځلي د خپل ملت پر ضد د ناوړو کسانو سره په غونډو کي ، چي د افغانستان د ټوټه کيدو مشري يې کوله ، برخه اخستی ده ؟ دوهم : مهرباني وکړی راته څرګنده کړی چي لا دکوم مشاور هوډ تاسي پر خپل بی بنسټه دريځ درولي ياست ؟دريم : مهرباني وکړی نور نو د ملت سترګو ته له بوټو سره مه وردانګۍ ، ملت نن ها د پرون ملت نه دی ٠ د چا خدمت چي په کلي کښي يي ورته د اوبو ژور څا وکينده ، ورته يي د نړيوالو کومکونو دروازی خلاصي کړې او هر وګړي محسوس کړي ، او د چا جفا چي پر دې خوار او جنګ ځپلي ملت يې حتی د خارجيانو لورينه نه لوريده ؛؟٠ملت ته ستاسي د زړه او خولې خبره يوه نه ده ٠کوښښ وکړی يوه يې کړی ٠موږ د خپل ملت خواخوږي ستاسي نه په درنښت هيله کوو چي د وطن د يوه پوه ،هوښيار او با تدبيره شخصيت او ملت په وړاندي بخښنه وغواړۍ او پريږدۍ چي د وطن زامن په مينه د خپل ټاټوبي د خدمت مصدر شي ٠ ستاسي د پوهيدو په هيله الحاج امين باوري په بلجيم کي د افغانانو ټولني په استازيتوب ",د رمضان بشردوست په نوم سرخلاصی ليک 227,سليم تايب - لندن," سليم تايب - لندن دانترنيت په پاڼه کې مې يوسرليک ته پام واوښتى چي ليکلې وو ملي سرود تصويب شو،په تلوارمې په ويلوپيل وکړ اوتلوسه مي وه چي څه به پيښ شوې وي ځکه پوهيدم دملي سرود تصويب خودجنجالونوسره مخ وواوپه ويره مي دخبرلوستلوته دوام ورکړى اوتصورمي کاوه چي  شعربه ئې کوم دري ژبي شاعرليکلى وي اوبيا به ژباړل شوى وي، ځکه همداسې مې اوريدلې ووچي که تاسې ئې نشى ليکلى موږ به ئې وليکواوبيا ئې وژباړى. اودباري جهاني ليک مي هم دملي سرودپه هکله دبينواپه ويب پاڼه کي لوستلى وو.زړه مې ديوناوړه خبرپه لوررپيدى. کله چى دخبرپاى ته نژدې کيدم دباري جهاني نوم مي ترسترګوشو اوپه بيړه دخبرپاى ته ولاړم چي ليکلې وو دپياوړي شاعرعبدالباري جهاني شعر دملي سروددپاره تصويب شو.زماچې نوره داهيله ناهيلې شوې وه چى دباري جهاني شعردي دداسې متعصب پړاوونه په بري تيرشي په هوس شوم اوخوشحاله شوم اوفکرمي وکړ لکه چي يوه بله ملي معضله حل شوه؟ که څه هم نپوهيږم چى باري جهاني به په دې تصويب څومره قانع وي، اوڅومره به ئې شعرثابت پاته شوى وي.خو خداى دي وکړي چى دادملي سرود دتصويب وروستى پړاووي.    باري جهاني نه يوازې د پښتوژبې دشاعرانودتاج يوه جوغه ده بلکې هغه په خپلوشعرونوکي دافغان نوې اوزاړه نسل ته داتفاق اودواحد اويوموټى افغانستان زيرى ورکوي.    اوږدژونداودوياړه ډک برياليتوبونه ورته غواړم.   ",(ملي سرود) د وتلي شاعرعبدالباري جهانى وياړ 228,,"   په کنړ کې دولتي او نا دولتي موسسو ددغه ولایت له چارواکو سره په دغه ولایت کې دبیارغونې دکارونو دپرمختگ لپاره غونډه جوړه کړه. دکنړ والي اسدالله وفا دوی ته وویل چې چارواکي ورته پوره امنیتي تدابیر نیسي او له موسسو یې وغوښتل خپل خیریه کارونه پیل کړي. ",په کنړ کې دبیارغونې موسسو غونډه وکړه. 229,,"   نن له غرمې وروسته دمزارشریف په ښار کې دروضې مبارکې څنگ ته یوه ځان وژونکي خپل ځان والوزاوه. تر دې مهاله د کومې وژنې او دچا دټپي کیدو خبر ندی ورکړل شوی. خو ویل کیږي چې دځان وژونکي دځان غوښې پر دیوالونو پورې نښتي او وژل شوی. ",په مزارشریف کې ځان وژونکی برید شوی. 230,,"   نن دخوست په ښار کې پر یوه نظامي امریکایي موټر چې له سیمې تیریده دیوه ریموډ کنټرول بم چاودنه شوې چې لامله یې څه زیان ندی رامنځته کړی. ددغې پیښې پخلی دخوست دجنایي امریت دڅیړنو دڅانگې مرستیال گلداد بینوا ویبپاڼې ته وکړ. خوست هغه  ولایت دی چې  کله ناکله پکې پر امریکایي سرتیرو بریدونه کیږي. ",په خوست کې پر امریکایانو ریموډ کنټرول بم چودلی. 231,,"   دمزارشریف امنیتي چارواکو نن خبریالانو ته ویلي چې پدغه ښار کې یې دیوه کمین په ترڅ کې چې غلو ته یې نیولی وه یو غل یې وژلی او دوه تنه نور غله یې نیولي. امنیتي چارواکي وايي چې له دغو نیول شویو غلو نه به پوره گټه پورته کړي او دنورو غلو په نیولو کې به ور سره مرسته وکړي. پدې وروستیو کې په مزارشریف کې وسلوالې غلاوې ډېرې شوي چې عام وگړي ترې سر ټکوي. ",په مزارشریف کې یو مشهور غل ووژل شو. 232,," ", 233,," جلالزی د افغانستان په گاونډ پاکستان کښي د یوې وسلوالي نښتي پر مهال درې تنه وژل شوي دي  د پاکستان په سویل لویدیځ بلوچستان کښي د سیمیزو پولیسو له قول ویل شوي دا پیښه د بگټي په ډیره کښي رامنځ ته شوې او دا هغه ځای دی چه ځايي اوسیدونکي یې د طبیعي سرچینو په بدل کښي له دولت نه د ډیرو امتیازاتو غوښتونکي دي  پولیس وایې دا پیښه د سه شنبه په وروستیو کښي رامنځ ته شوی .او 6 نور کسان هم پکښي ژوبل شوي دي ",پاکستان کښي دنښتي پر مهال درې تنه وژل شوي دي 234,," جلالزی = کابل  د بدخشان امنیه قومندان مل پاسوال شاه جهان نوري وایې نن د 11 بجو په شاواخواه کښي د پلازمینه فیض اباد مرکز کښي چیرته چه څو شیبې مخکي د ولایتي بیا رغوني د ټیم د موټرو کاروان له سیمي تیر شوی وو هغه مهال چاودنه رامنځ ته شوه چه په یوه خره (مرکب) باندي ځای پر ځای شوي یو ریموت کنټرول بم والوزول شو. د نوري په وینا پدی پیښه کښي د جي ټي زیډ موسسې یو اړوند موټر زیانمن شوی خو له خره پرته پکښي څوک ندي وژل شوي . د نوري په وینا دا کار د هغو مافیا او تروریستانو کار دی چه نه غواړی په افغانستان کښي امن اوامان رامنځ ته شي . نوموري د چاودني په تور د چا د نیوني خبر ورنکړ خو دا یې وویل چه پولیسو پلټني پیل کړي دي . ",په بدخشان کښي د چاودنو نوي ډول ولیدل شو 235,," جلالزی  = کابل   د افغانستان د مخدره توکو په وړاندي د مبارزې وزارت له خواه په یوه خبر پاڼه کښي چه د نوموړي وزارت د وزیر حبیب الله قادري نه  په نکل خپره شوې راغلي د ملگرو ملتو د مخدره توکو او جرمونو د ادارې ( یو ان او ډي سي) هغه راپور صحت نلري چه وړمه ورځ خپور شو او پکښي راغلي چه گواکي په راتلونکي میلادي کال کښي به په افغانستان کښي د مخدره توکو په کرکیله او تولید کښي زیاتوالی راشي . قادري ویلي افغان دولت د هر کال نه زیات د راتلونکي کال لپاره د مخدره توکو د مبارزې په وډاندی تياری نیولي او تر وسه وسه به ورسره مبارزه وکړي او هر هغه لاره به مخي ته بوزي چه په مرسته یې د مخدره توکو کرکیله په افغانستان کښي له مینځه ولاړه شي خو هغه لار به نه وي چه بزگرانو ته زیان واوړي . د یادونی وړ ده چه د ملگرو ملتو په راپور کښي راغلی وو په روان میلادي کال کښي په افغانستان کښي د مخدره توکو په کرکیله او تولید کښي 21 فیصده کموالی راغلی او له ټولو هغو پیسو چه له دې کاروبار نه لاس ته راغلي 20 فیصده یې د بزگرانو او پاتی 80 فیصده یې د مخدره توکو د کاروباریانو او جنگ سالارانو لاس ته ورغلي دي  . ",افغان دولت د ملگرو ملتو دمخدره توکوراپورناسم وبلل. 236,محمد يوسف خدمتګار," غزل  لېو نتوب پوری می ته هم ېا ره خا ند ی  چی می زړه در کړ و له خپل اختېاره وړاندی   د منز ل په کږ لېچو نو ستړئ نه شو م  سخته دا وه چی اغېار کړه لاره لا ند ی  د زمان د لېو نېا نو سره مل شو م  ځکه ګر ځمه له ورا ن ښا ر ه دبا ند ی   غر چی وسو زې لاوه له خولی نه باسې  ز ما خو ا ر ز ړ ګئ به بله چا ر ه کا ند ی   د ښکلا د ز ېا ر تو نو مجا و ر شه  د ژ و ند و ن د کېږ دۍ ټېګئ څاره مرا ندی   په ما نا د ژ وند پوه نه شوئ خد متګا ره که نه ولی شو ئ له خپله ېاره و ړ ا ند ی ",غزل 237,محمد يو سف خدمتګار," غز ل  څوک دځان صفت کوې او څوک د ګلو څو ک د دورو ېا مر جان ېا د بلبلو  څوک را خپل کا ندی پردې په خپل هنر څو ک پردې ګڼې پردې تښتې له خپلو  د چا هغه د چا دغه په نصېب وې  څوک ېی نه لرې څو ک ستړې په خوړلو  څوک حېا عز ت زړو کا لو کی غوا ړې  ځېنئ پاک وې له حېا په کا لو ښکلو   زه ېی نو م ا خېستئ نه شمه له و ېر ی  چا چی مفت خند ا ن جا نا ن و ژ ړ و لو   څه چئ و شو ل په تور تم کی تورو وکړل بې ر ڼا ېي حا لت نه د ئ د و ېلو ؟  خد متګار په هر حا لت دښکلو ېا ردئ که با ر ا ن د ا و ر و ر يږ ي يا د ګلو ",غز ل 238,," ع . نورزی دهلمندپه نادعلي ولسوالي كښې تيره شپه هغه مهال يوتوپكوال اويوكليوال ووژل شول كله چي دګزمې وپوليسوته په يوكوركښې دخپل منځي شخړې خبرورسيددهلمندامنيه قومندان صابرلږشيبه وړاندي دبېنواخبريال ته په يوه ټليفوني تماس كښې وويل : چي پوليسوغوښتل چي دنوموړي كورنۍخپل منځي شخړه هواره كړي چي دنامعلومووسلوالولخوادګزمې پوليس تربريدلاندى راغلل چي دبريدپه ترڅ كښې يوپوليس اودنوموړي كلي يوتن عام وګړي پكى ووژل شول . صابروويل : چي دوه تنه دملاقاسم اوعبدالرزاق په نوم ئې له وسلوسره نيولي چي اوس ترپلټنولاندى دى . ",دهلمندپه نادعلي كښې يووسلوال اويوكليوال ووژل شول . 239,," ع : نورزى دهلمندولايت د ناوې ولسوالي دسرې كلاه په سيمه كښې تيره شپه دسيمې يومشهورغل وژل شويدي دهلمنددامنيه قومندانۍ مرستيال حاجي محمدايوب نن دبېنواخبريال ته وويل : چي مشهورغل تورجان چي فكركيږي چي دوې شپي وړاندي به وژل شوي وي مړجسدئې تيره شپه دامنيتي چارواكولاس ته ورغلي دى نوموړى وويل : چي دتورجان په نوم داغل په ډېرغلااوشكوكي لاس لاره  چي فكركيږي چي خپل دملګروغلوسره په خپل منځي جګړه كي به وژل شوي وي .. تورجان په داسي حال كښې وژل كيږي چي يونيمه مياشت مخكي دهلمند په ګرشك ولسوالي كښې هم دعبدالقيوم په نوم يوغل وژل شوي وو .   ",دهلمندپه ناوې ولسوالي كښې يومشهورغل ووژل شو . 240, لعل الدين اريوبي کابل پوهنتون,"  پۀ ما جوړې تورې شپې شي تۀ چی بل ته پۀ خندا شی  پۀ زړګي مې راخورې شي تۀ چی بل ته پۀ خندا شی  د زړه تل مې پۀ لړزه شي مينارې مې دزړۀ ريږدي  څومره سختې زلزلې شي تۀ چی بل ته پۀ خندا شی   اميدونه مې تا لا شي دارمان غوټۍ مې مړاوې  راته ډيرې انديښنې شي تۀ چی بل ته پۀ خندا شی   سرۀ ارونه رانه تاو شي سيتمونه رانه تاو شي  اشنا غم مې يو پۀ درې شي تۀ چی بل ته پۀ خندا شی   شبګيرې مې پۀ سر واخلي انديښنې مې پۀ سر واخلي  هغه شپې څومره اوږدې شي تۀ چی بل ته پۀ خندا شی   هسې نه چې مې کا فر کړې بيا پۀ خپل اختيار کې نۀ وم رانه هيرې کلمې شي تۀ چی بل ته پۀ خندا شی   ز مابله چاره نشته کلی کور به درته پريږدم  بار زما به جنازې شي تۀ چی بل ته پۀ خندا شی   ګرانه ډير راباندې ګران يې هيراولی خو دې نشم  پۀ ژاړه مې سترګې سرې شي تۀ چی بل ته پۀ خندا شی   لږ تپوس خو رانه وکړه چې په زړۀ مې څۀ تيريږي  خور م قسم ارې ارې شي تۀ چی بل ته پۀ خندا شی   ( لعل الدين ) پۀ زړۀ نازک هسې نه چې خون يې واخلې  رنګ يې ژيړ خولې خولې شي تۀ چی بل ته پۀ خندا شی   ",تۀ چی بل ته پۀ خندا شی 241,محمد يوسف خدمتګار,"  څنګه ښکلي ښکلي ګو ري ستا اسما ن کی ښکلي ستوري  ستا له لمر نه صد قه شم د ژوند ون په لورې ښوري  ستا له ښکلی سپوږمۍ جار شم تورتم ورک کړې له هر لوري   ز ړه می وران شو کا بل وسو ا و ر تر ا و سه پر ی را ا و ر ي  پېښو ر ا و کو ېټه ژ ا ړ ي ا با سين په ر و پۍ پلو ر ي  ما له سيا له سره سېال کړه ز ما پت عزت سمبا ل کړه  زما قوم ولس بيدا ر کړه ښا د زړ ګئ د خدمتګار کړه ", دوعا 242,,"   (بهرنۍ خندنۍ ټوکې )کتاب چی پوهنمل محمود نظري هغه د لسو زروبهرنیو ټوکو  نه غوره کړي ټوکې دې د دانش د خپرندویې ټولنې له خوا چاپ شوی دی که غواړی په کټ کټ وخاندی  نو د دی کتاب  لوستل  مه هیروی         ",نوی کتاب ( بهرنۍ خندنۍ ټوکي) 243,حبيب الله غمخور," حبيب الله غمخور   په دې شپو او ورځو کښي دهيواد په مطبوعاتو کې دکابل دتاريخي ښار او افغان ولس دټاټوبي پلازمېنې پرهغوواټونو چي تر اوسه نوم نه لري او يايې نوم داوسنيو چارواکو پر مزاج برابر نه  دۍ نوي نومونه ايښودل کيږي .   دا کاردولسمشر دفرمان په اساس دافغانستان داطلاعاتو او کلتور وزارت  او کابل ښاروالۍ په مرسته تر سره کيږي .   که څه هم دکابل ښار دهيواد دپلازمېنې په توگه پر ټولو افغانانوډير زيات گران دۍ  ؛دهيواد ديوه ښار په وياړ دومره شعرونه نه دي ويل سوي لکه دکابل په اړوند . سوال پيدا کيږي چي ولي يوازي دکابل دښار واټونو او کوڅو ته نومونه ټاکل کيږي ؟ کندهار ،هرات ،  مزارشريف ،ننگرهار،کندز ،هلمند  ښاروته چې له پنځو سوکالو پخوا يي ښاري ژوند درلود او دهيواد دلويو ښاروپه جمله کښي راځي ،کوڅې او واټونه  يي هم معلوم دي  ،پر دغوواټو او ټاکلو ځايو داښاغلي په بله پنځه کلنه دوره کې کښي  نومونه  ايږدي  او که څنگه  ؟   دښار پر واټو دنومو ايښودل دومره لويي بودجې ته که په هغه کې هم دخور دو بوردمسله  نه وي ضرورت نه لري.  په دي هر څوک پوهيږې هغه هيواد چې ددولتي کارمندانو معاش يي له بهره برابريږي زياتو قيمتي لوحوجوړولو ته اړتيا نشته .له نيکه مرغه تراوسه لادهيواد ټول لرگې نه دي غلاسوي چې دعادي لوحو دجوړولو لپاره تختې پيدانسي  ؛ عادي اوارزانه رنگ هم فکر کوم پيدا کيږي ، په دې هم باورلرم چې افغاني لوحه ليکونکي به په ډير ارزانه قيمت دالوحې وليکي  .   خبره  دلوحو پر قيمت نه ده او نه هم  دواټونوپر نومولو، ځکه کيداي شي دولتي اړونده اداره څنگه چې وغواړي په يوه او بل نامه هغه ونوموي  . اساسي مسله داده چې دنړۍ په ټولو هيوادو کښي بډاي دي او که غريب دڅوسوکالو راپدې خوا يو تاريخ معمول  او منل سوی  دودۍ چي واټونه ،ميدانونه ،کوڅي  ،او يوشمير نورفرهنگي او علمي مؤسسي ، سپورتي لوي لوبغاړي او هوايي ډگرونه   دهغه هيواد دتاريخي شخيصيتونو يعني هغو په نوم نومول کيږې کوم چې  په علمي او فرهنگي برخوکې يي داسي برياوي تر لاسه کړي وي چې بيله دولتي اشارواو په گوته کونو سره دخپل ولس په زړونو کې دقدر وړ ځاي لري او يايي داعزت او وياړنه دهيواد دسياسي او ملي گټو دساتلو په مورچل کې تر لاسه کړۍ وي ؛ په تاريخ کې شته داسي شاهان او ولسمشران چې دهغوي په نامه ځايونه ياد سوی دي ، دلومړۍ او دوهمې نړيوالي جگړي په پايله کې دوسله والو قواوو دافسرانو ،جنرالانو حتا ديوه عادي عسکر چې په پخپله ورسپارل سوي دنده کې يې وړتيا ښودلې او قهرماني يې کړې  ځايو په نامه نومول سويدي،ټول هغه  کسان چي دخپل ولس لپاره دمنلو وړ وي او غواړي ددوي نومونه ژوندي وساتي ،نو يې واټونه او نور پورته يادسوې ځايونه دهغوي په نامه نومولي  دی .   په واقيعت کې ددغو خلکو په نوم دځايو نومول دوې موخي لري :   لومړۍ : دپخوانيو وياړلو او تاريخي څيرو دنوم اوکارناموياد ژوندۍ ساتل . که کله ناکله بهرني سيلانيان ښارته راځي يا ددغسي ځايو نه ليدنه کوي  دسيلانيانو داړونده کارمندانو لخوا په ښارکې دگرځيدواو ياددغو ځايو دليدو  په وخت کې ددغو وياړنو په هکله معلومات ورکوي ،يعني يو بهرنۍ سيلاني يا ميلمه دخپل هيواد په تاريخ خبروي .   دوهم : دخپل هيواد نوي او ځوان نسل ته ورفهمول کيږي چې دوي داشان له عظمتونو او تاريخي برياو ډک تاريخ  لري او داډول تاريخي علمي ،فرهنگي اودژوند په نوروبرخو کي وتلو څيرو پخوا په دغه وطن کې ژوندکړۍ او له ځانه يې کارنامي پري ايښې دي ؛ دوي سر بيره پر دغه چي په هغه وياړي له ځانه هم بايد داسي کارنامي پريږدي چي تر دوي وروسته نسلونه بيا ددوي په نومونو افتخار وکړې .   له بده مرغه زموږ په هيواد کي له شروع څخه  بياتر اوسه هر څه سرچپه دي ،اول واټ ،ميدان ،کوڅه او يابل داسي ځاي چې بايد ديوچا په نوم ونومول سي  نسته او که سته نه نومول کيږي ،اوکه کله دا کار وسي  هغه وخت چې پاچايا ولسمشر په هر دود چي وي له واکه وغورځي او نوي يي پر ځاي واک تر لاسه کړۍ هر څه  لکه بيرغ ،ملي سرود ،نښان  نوۍ  کړی او دواټونو،کوڅو، ميدانولپاره يې هم  دخپلي خوښي نوم غوره کړيدۍ . دازموږ ددولتي مشرانو هغه تير وتنه ده چي تر اوسه زموږ دهيواد په پلازمېنه او لويوښاروکي يو ځاي ثابت نوم نه لري ،څو ځله يې نوموتغير خوړلۍ . که اوسنۍ اداره په رښتياسره غواړي  او له تيرو نه دعبرت تجربه اخلي نو رښتياخوداده چې زموږ هيواد هم اوږد تاريخ لري  ،افغان ولس پدغه اوږده تاريخ کښي  دنورو ولسونو په دود ډير داسي وياړلی شخصيتونه لرلي چې تر څو بشر دمځکې پر مخ ژوند کوي افغان ولس به دهغوي په نوم او کارنامواو علمي برياو وياړې  دابه پر ځاي وي چې  ديوه ملي هوډ پر اساس  دکابل په گډون دټولو لويو ښارو او په کوچنيو ښارو کې پر هغو ځايونه چې ضرورت يي ليدل کيږي زموږ دهيواد دتاريخي او علمي شخصيتو په نوم ونومول سي .   تر کومه ځايه چي په ټوله نړۍ کې دافغانستان دکوم تاريخي  ،علمي او ملي شخصيت په نوم هيڅ ځاي نه دۍ نومول سوۍ  په افغانستان کي هم دخميني ،ملک فهد ،سبا ضياالحق بله ورځ د بل کوم بهرني چارواکي ياشيخ او اخوند په نامه دځايو نومول  دافغان ملت دتاريخي وياړلو دژوندي ساتلو سره ستره جفا او ملي خيانت برېښي .   وړانديز مي دادۍ چي ددې کار لپاره نه بايد ښاغلۍ کرزۍ صاحب فرمان صادر کړی او دکوم وزارت مسؤل دهغه په اجرأ وگماري ،داسي گمارلوکسانو په دغو څلورو کالو هغه څه وکړه چي پنځوس کاله به يي څارنوالان څېړې ؛ ښه داده چي له ملي مسايلو سره ملي برخورد وشي . پر ځاي به وې چې پر پورته يادسوو ځايو دنوم ايښودلو لپاره داسي يو بې پري کميټه  جوړه سي چي په هغه کښي گډون کوونکۍ تر هر څه دمخه دقومې  ، ژبني او مذهبي تعصب  نه خلاص وي ،علمي پوهه اودرايت دا حق ورکړي چې دداسي ملي دندي دترسره کولو جوگه سي :  الف : دافغانستان دعلومو اکاډمی اوپوهنتون استازي . ب : دملي شورالخواځانگړي گمارل سوي   استازي . ت : په بهر کي دافغاني علمي او فرهنگي هغو شخصيتو څخه  څوتنه کوم چي په نيک نامه اومنلي افغان شهرت ولري  .   بلې دا به مصرف ولري  او يو څه وخت به ونيسي ولي داکار به لکه څنگه چې مي مخکښي وويل ديوه ملي هوډ او مشورې پر اساس سرته ورسيږې  ؛ تيروتنه به پکي لږوي تر ډير حده به ملي افتخارات پکښي راڅرگند سوی وي .   دا ټاکل سوۍ کميسون بايد دافغانې نخبگانو په دود دنومونو په ټاکلو کښي دهغوي وړتيااو مقام په نظر کي ونيسې ځکه زموږ لپاره هغوي په  هر قوم ، او مذهب  چې وه او هره ژبه يې خبري کولې افغان دۍ او موږ دهغوي په برياو وياړو .   دولسمشر لخوابايد ددوي وړانديز تر ښه چړ وروسته  ملي شورا ته دوروستۍ فيصلې لپاره  وليږي .   همدلته مي ديوه افغان په توگه غوښتنه داده چې پارلمان بيا دوړانديز نه دتيرجرگو په دوددملي نفاق په خاطر گټه وانخلي بلکه په ملي اخلاص او صداقت سره داسي فيصله وکړي چې بيا يي بدلول نوروته گران وي .   اوکه دفرمان له مخې چي داطلاعاتو او کلتور وزارت او ښاروالي دي نومونه کښيږدي  کار تر سره شي نومونه به کښيښودل سي ولې پايلي به يې ډيري ناندريزي وي . داسي تعمل په پر مختللو هيوادو کي شته چې ولسمشر امر کوي،مگر موږ دا بايد هيره نه کړو چې زموږ پر خاوره او تاريخي افتخاراتو ډير بهربيان غواړي ملنډي ووهي او ياهغه دابد لپاره ورک کړی ،همدا اوس هر هوښيار افغان دبيگانه وو فرهنگي لاسوهني  او تيرۍدسر په ستر گوگوري . دکابل په گډون  په ټولو ښاروکې دايراني ،پاکستاني ،هندي ،عربي او انگليسي نومونو او لوحو کمۍ نشته .  دا فرهنگي تيرۍ نه دۍ ؟ نوڅه ورته واياست  چې دجوړيدو له ورځي دکابل پوهنتون  دپوهنتون په نامه ياديده اوس چې دا ښاغلي مسلط شول پوهنتون په دانشگاه بدل سو، ډاکتر په پزشک ، دشهرونداوداسي نورو اصطلاحاتوکارول زموږ په هيواد کي  دهغواصطلاحاتو ځاي نسي چې دپيړيو پيړيو راپدې خوا دهغه لپاره نوم لرو او نور... .                                                                                                                                                             دهيچا هير نه دي چې تر 1992زکال راوروسته ډيرو داعلاقه درلوده چې دپل خشتي جامع دضياالحق يا همدادسعودي دپاچاملک فهد په نوم ونوموي  ، نورو بيا غوښتل دکوم ايراني اخوند نوم پر کښېږدي . ددې تريخ ولي څرگند واقيعت څخه بايد يو افغان هم سترگي پټي نکړي چې افغانستان  همدا اوس هم دپرديو دفرهنگې ښکيلاک په زنځيرونو کې لاس او پښي وهي ، او چارواکي يې ننداره کوي . ولې اړونده اداري دومره بيگانه پرسته شي ؟چي خپل وياړلی شخصيتونه هير کړې  په خپل هيواد کي پر خپله کوڅه دبهرني نوم کښېږدي .   دڅراغ خپرونه چي په کابل کې خپريږې داطلاعاتو او کلتور وزارت هڅوي چې دبهرنيانو په نامه ځايونه ونومول سي دوي ليکې :(( نامگذاري جاده ها به اسم شخصيتهاي ملي وبين المللي گام نيکو يي ديگري است که نتنها هويت تاريخي  وغناي فرهنگي مارا تقويت مي بخشد،بلکه مارابا جهان بيروني بيشتر آشتي واشناميسازد ...)) آيايي  2005.12.08   زه پوه نسوم چي داکارزموږ فرهنگ او علم په څه ډول غني کوي ؟ او څنگه موږ له بهرنيی نړۍ سره اشتي اوشنا کوي ؟ که داکار دومره گټې لري تر اوسه هغو هيواودو چي موږ په هر لحاظ ورته احتياج يو او له هر پلوه واقعأ پر مخ تللي دي  داکاريې ولي نه دۍ کړۍ ؟ ماته ددوي دغه هڅونه يوازي داطلاعاتو اوکلتور وزارت ته دنجات ورکولو دليل بريښې  . يو نړيوال منل سوۍ اصل دۍ چې وايې : دولتونواودولتي مشرانوتر منځ  کومه خاصه دوستي نسته بلکه  ددوي اړېکې  دهيوادودملي او سياسي گټو پر اساس ولاړي دي   .   دميلتونودعلمي او فرهنگي تجربودتبادلې ،داثارو چاپ ،ژباړنه دژبي زده کړه اوتجارتي روابطواوسياسي ښواړيکو  پر بنيادکيداي سي ميلتونه او ولسونه سره نژدي  شې   .   هيڅ پردۍ زموږ هيواد ته او يا بل کوم هيواد ته دخداي لپاره نه دۍ راغلۍ هرو مرو يې  گټه ليدلې او راغلۍ دی .   پر هر ولس او ملت تر بل هر چا خپل وگړي گران دي ،خپلي ملي گټي ساتي او دخپل تاريخ او تاريخي وياړنو څخه دفاع کوي ،نه پوهيږم چې ولي دافغانستان ځيني دولتي چارواکو ته پردي تر هر څه محترم دي ؟؟؟   داپر افغانانو فرض ده چې دخپل هيواد تاريخ  ،ترايخي وياړنو،وتلو علمي او فرهنگي څيرو ياد ژوندۍ او ابدي وساتي دهغوي په نومونو ځايونه ونوموي . پرنږدي چې داطلاعاتو او کلتور وزارت زموږ په هيواد کې خپل هير او پردې ونازوي او زموږ دښار واټونه ددوي په نامه يادکړي  .   زه يي شرم او دپيغور پېټۍ  بولم چي په کابل او يابل کوم ښار کې کوم ځاي دبل هيواد ديوکس په نامه ياد سي ځکه تر اوسه لاموږ د نړېوالو پر مختللو علمي او فرهنگي اړيکو او برياو هغو مرحلو ته نه يو رسيدلي چي دپرديو پوهانو او تاريخي شخصيتو په نوم دي کوم ځاي دنومولو اړين توب احساس کړو .   وياړ دافغان سرلوړې او غيرتي ولس پر تاريخي افتخاراتو او قهرمانيو .   ",موږ لږ علمي او تاريخي شخصيتونه لرو؟ 244,," ګل آغا احمدي وردكپارلمان د يوه هيواد د ميشتو وګړو د مشورو د ګډ هستوګنځي حيثيت لري. په پارلمان كې د هيواد د مختلفو قومي، ديني، سياسي او ټولنيزو پرګنو استازي راټوليږي يو لړ داسې ځانګړو اخلاقو او چلند ته اړتيا لري چې د پارلمان له حيثيت او غړو سره ښايي چې بايد عملي شي. پارلماني اخلاق له يو لړ هغو بنسټيزو سلوكو، عملي او نظري چلند څخه عبارت دى چې د پارلمان غړي يې د پارلمان د ننه، د رسمي مجلسونو د تدوير ، د مختلفو نظرياتو د وړاندې كولو او عكس العمل پر مهال هغه ته د عملي جامې سره يو ځاى ژوره پاملرنه وكړي. هغه پارلمان چې غړي يې د ځانګړو سياسي او پارلماني اخلاقو پاملرنه كوي بريالى پارلمان ګڼل كيږي، وخت يې نه ضايع كيږي او تر ډيره بريده خپلو ټاكلو موخو ته د رسيدو د لارې ټول خنډونه له منځه وړي. خو هغه پارلمان چې غړي يې د ځانګړو پارلماني اخلاقو پيروي نه كوي د يوه ناكام او شړيدلي پارلمان په توګه يې ګڼلى شو چې په هيڅ توګه يې ټاكل شوو موخو ته د رسيدو په لاره كې برياليتوب نه په برخه كيږي.زموږ هيواد افغانستان چې له نيكه مرغه درې لسيزې وروسته د پارلمان خاوند ګرځي نو غوره خبره به په دې هكله دا وي چې په دې اړه د ځينو پارلماني اخلاقو يادونه په لنډه توګه څرګنده كړو چې د هيواد د پارلمان د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړو ته يې عملي كول د وخت يوه ډيره جدي اړتيا او د برياليتوب سرچينه ګڼل كيږي.لومړى: په ځانګړي نظم سره د پارلمان ودانۍ ته ننوتلد پارلمان د غړو د آزميښت لومړى پړاو له هغه لومړي ګام څخه پيل كيږي چې د پارلمان د ودانۍ په غولي يې ږدي. كه چيرې د اولس استازي په پاك، منظم او باكركتر ډول او داسې يوه شكل د پارلمان ودانۍ ته راشي چې په ريښتينې توګه د ملت د استازو له چلند سره اړخ لګوي نو نه يوازې به په خپل كار كې بريالي وي بلكي د هيواوالو هغو هيلو ته به يې هم مثبت ځواب ويلى وي چې د هغه لپاره يې خپله قيمتي رايه وركړيده. د ملت استازي بايد په دې خبره ښه پوه شي دوى هماغه كمزوري افراد وو چې تير پرون يې د ملت په وړاندې دخپلو زاريو عكسونه ځړولي او يو درجن وعدې پكې ليكلې دي چې د هماغه عكسونو زياتره برخه اوس مهال هم د ښارونو د ودانيو په ديوالونو قرار لري. خو لدې افرادو څخه د ملت د وګړو رايو استازي او وكيلان جوړ كړل. نو څومره به ښه وي چې د بيځايه غورو، لاپو او غرور په ځاى د پارلمان ښاغلي غړي د عاجزۍ او خلكو ته د خدمت د ولولو په درشل كې د پارلمان ودانۍ ته راشي. افغان ولس د همداسې يوه ښه نيت هيله ځينې لري.دوهم: په خپل ټاكلي ځاى باندې كښيناستلد پارلمان لنډمهالې دارلانشا به دا كار هرو مرو سر ته رسولى وي چې د پارلمان د مجلس په تالار كې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د هر غړي لپاره ځانګړې چوكۍ ټاكلې وي او د پارلمان دغړو لپاره ښايي چې په منظم ډول يوازې په خپلو ټاكل شوو ځايونو باندې كښيني.د ځانګړي نظم له مخې په خپل ځاى باندې كښيناستل او د پارلمان په ټولو مجلسونو كې د دې ډول نظم مراعات كول، د پارلمان له غړو سره مرسته كوي څو هغوى د ملت د وګړو په زړه كې محبوب او د خپلو ټاكلو موخو په لاسته راوړلو كې بريالي او د مطبوعاتو په سترګو كې ښه ښكاره شي. له بلې خوا به يې د پارلمان په اړه د هغه نړيوال نظم مراعات كړى وي چې د نړۍ په زياتره هيوادونو كې موجود دي او پيروي يې كيږي.دريم: د خداى د رضا حصول او د ملت سترو ګټو ته وفادارينوموړې دنده له هغو لويو بنسټيزو اخلاقو څخه سرچينه اخلي چې خپلول يې د ملت د هر يوه استازي لپاره اړين دي. كه چيرې په ريښتيني ډول زموږ د پارلمان هر وكيل دغه بنسټ خپل او د خپلو موخو لپاره يې د يوه عملي او ريښتيني اساس په توګه و ګڼي نو پرته له شك څخه به يې په ټوليزه توګه د برياوو كلۍ موندلې وي. د خداى د رضا حصول مومنو انسانانو ته د هغوى د عملونو په هره څانګه كې ضروري دى او د هيواد سترو ګټو ته وفاداري د خپل مقام او هغه رايي حق ادا كول دي چې د ولس وګړو خپلو استازو ته وركړې دي. نو څومره به ښه وي چې د ملت استازي يې راخپل او د خپلو كارونو په درشل كې پرې عمل وكړي.څلورم: له خپل ټاكلي او مربوطه مايك څخه د نظر وړاندې كولد ملت استازي تبعا حق لري او حق ور كول كيږي چې په اجندا كې د شاملو موضوعاتو په اړه وخت په وخت خپلې ګټورې مشورې په پوهنيزه توګه څرګندې او موضوع ته ښكلا ور و بښي. په همدې توګه بايد وويل شي چې د ملت استازي اصلا د دې لپاره راغوښتل كيږي چې د خپلو رغنده نظرونو، انتقادونو او نيوكو په وسيله اړوندې موضوع ته پرمختګ په برخه، جزئيات يې روښانه، ناڅرګند اړخونه يې و سپړي او د خنډونو په له منځه وړلو كې له خپلو سيالو ملګرو سره د همغږۍ آواز پورته كړي. د خپلو نظرياتو د وړاندې كولو پر مهال د ولس استازو ته ښايي چې خپل مربوطه مايك څخه كار واخلي. نوموړى كار ډيرې زياتې ګټې لري چې د هغه څو ګټو ته په لنډه ډول اشاره كيږي:د پارلماني مجلسونو د قانون له پلي كيدو سره مرستهد پارلمان د مجلس د مثبتې څيرې په وړاندې كولو كې همكاريله ګډوډۍ څخه په دې اړه مخنيوى او داسې نور.پنځم: د خبرو د نوبت مراعات كولد ملت استازو ته ښايي چې د پارلمان د مجلسونو پر مهال د خبرو د كولو نوبت مراعات كړى شي. د خبرو د نوبت مراعات كول له ډيرو ضروري فكتورونو څخه دى چې صبر او حوصله يې مهم عناصر ګڼل كيږي. كه د پارلمان د رسمي مجلسونو په درشل كې د خبرو كولو د نوبت مراعات په ښه شكل سره وشي نو د ملت استازي به په دې توانيدلى وي چې خپل نظر په مناسب ځاى كې وړاندې كړي، د نورو د ګټور خبرو د جريان مخنيوى به نه وي شوى او د پارلمان د مجلس له طبيعت سره سم به غونډه پرمخ درومي. په همدې توګه د خبرو د نوبت مراعات كول د ولس وكيلانو ته د دې وړتيا په برخه كوي چې د مجلس جريان تر وروستۍ لحظې پورې منظم وساتي او د ټاكليو موخو په لاسته راوړلو كې همكاري وكړي.شپږم: صبر او حوصلهلكه چې ګران لوستونكي پوهيږي پارلمان ته د هيواد د مختلفو ديني، قومي، سياسي، ټولنيزو او پوهنيزو افكارو خاوندان د ټولټاكنو له لارې د ورتګ شونتيا پيدا كوي. بريالى پارلمان هغه پارلمان دى چې د يوه هيواد د ميشتو ټولو پرګنو او افكارو استازي لاره پيدا كړي څو له يو بل سره پيژندګلوي حاصله كړي، خپل نظريات سره ګډ كړي او د هيواد د اساسي مسايلو په هكله ګډ دريځ غوره كړي. له همدې امله د پارلمان د مجلسونو پر مهال به زيات مختلف او متضاد نظرونه د هرې مطرح شوې موضوع په اړه وړاندې كيږي چې په دې ځاى كې صبر، حوصلې د مخالف نظر سره په سړه سينه او د معقولو دلايلو سره يو ځاى عمل وشي. د هيواد استازي كولاى شي چې خپل مثبت او رغنده نظر په داسې ځاى كې و كاروي چې د موخې كوتره يې په آسانه توګه نيولې او د مخالف لوري د ضمير له جريحه دار كولو يې ډه ډه كړې وي بلكي د معقولو دلايلو په وړاندې كولو سره يو ځاى د مجلس په اجندا كې طرح شوې موضوع ته بيړنى پرمختګ ور په برخه كړي.اووم: خپل عكس العمل ته سوله ايزه بڼه وركولطبيعي ده چې د پارلمان د مجلسونو پر مهال په ځينو ځينو مواردو كې ځينې استازي مجبوريږي او يا د دې اړتيا ويني چې پارلمان ته د بعضې متضادو افكارو د وړاندې كيدو په صورت كې عكس العمل څرګند كړي چې له هر اړخيزه پلوه د هيواد د سترو ملي ګټو سره اړخ نه لګوي يا دا چې په هيواد كې د سترو ستونزو زيږوونكي وي. د ملت استازو ته ښايي چې په دې وخت كې د لومړي ګام په توګه له پوره حوصلې څخه كار واخلي او په دوهم ګام كې خپل نظر له داسې قناعت كوونكيو دلايلو سره يو ځاى وړاندې كړي چې د سوله ايزې فضا څادر يې له ځان تاو وي او د مخالف لوري د ناروغ نظر لپاره درمل پكې پراته وي. بايد وويل شي چې هر ډول تاوتريخوالى، تشدد، بيړنۍ پريكړه او له سوله ايزې بڼې څخه د پارلمان د مجلس وتل زياتې ملي او ټولنيزې ستونزې رامنځته كوي. نو په همدې توګه دملت استازو ته نه ښايي چې د خپلو خبرو او نظرياتو د وړاندې كولو په هيڅ يوه پړاو كې هغه ناوړه فكتورونو ته اجازه وركړي چې يادونه يې وشوه. له بلې خوا د دې خبرې كول هم اړين دي چې د پارلمان د خبرو اصول هم دې كار ته اجازه نه وركوي چې له سوله ايزې بڼې څخ دې بهر شي.آتم: له بې ځايه ناندريو څخه ډه ډه كولپارلمان د خبرو او قانون جوړونې ځاى دى البته د داسې خبرو چې تعميري، اغيزمنې او هدف لرونكې بڼه ولري. بې ځايه او بې ګټې ناندريو ته ځاى وركول د پارلمان له اصولو او د هيواد له سترو ملي ګټو سره هيڅ راز اړخ نه لګوي بلكي كه خداى مه كړه د پارلمان د مجلسونو پر مهال بيځايه ناندرۍ د ملت د استازو تر منځ سر را اوچتوي نو په هيواد كې د تاوتريخوالي او كړكيچ اور ته لمنه وهي. په پارلمان كې همدې توګه بيځايه ناندرۍ ، هيواد د بيا رغونې په ځاى د تخريب او ورانولو خوا ته كشوي. نو له همدې امله د ملت استازو ته نه ښايي چې خپل قيمتي وخت پداسې بې ګټې ناندريو تير كړي چې د هيواد د سترو ملي ګټو خلاف وي بلكي هر راز نظر ته داسې بڼه وركړي چې د هيواد د لويو ملي ګټو ويندويي وكړاى شي.نهم: د شخصي ګټو پر ځاى د ملي ګټو پالنهد ملت استازو ته ښايي چې په پارلمان كې له هر څه لومړى د هيواد سترو ملي ګټو ته د لومړيتوب حق وركړي. د ملي ګټو پر ځاى شخصي ګټو ته ترجيح وركول له هغو لوړو موخو او هيلو څخه سرغړونه ګڼل كيږي چې د هغه لپاره استازي پارلمان ته راغلي دي. په همدې توګه د ملت استازو ته ښايي چې سيمه ايزو ګټو ته ځاى وركول د خپل كاري پروګرام په دوهم كتار كې راولي او له شخصي ګټو څخه په كوټلې توګه تير شي ځكه چې د ملت استازي د ډيرو لوړو لوړو مقصدونو لپاره د هيواد د پرګنو له خوا ټاكل شوي او پارلمان ته يې د راتګ لاره موندلې ده. له بلې خوا د ملي ګټو پالل د هغو لويو لويو آرمانونو سره مرسته ګڼل كيږي چې د افغانستان هر وګړى يې د خپل هيواد د آبادۍ او سمسورتيا لپاره د خپلو هيلو په هنداره كې ګوري.لسم: په خپل نظر باندې له بيځايه ټنيګار څخه ډه ډه كولپارلمان د هيواد د مختلفو پرګنو د استازو ګډ كور دى چې د خپل هيواد د آبادۍ، پرمختګ او د خپلو خلكو د هوساينې لپاره د ملت استازي مختلف نظرونه وړاندې كوي او بيا د دې نظرونو له منځ څخه تعميري او پاخه نظرونه غونډيږې او د هغه له ټولګې څخه د موضوع په هكله داسې ښكلې فيصله يا قانون صورت مومي چې د اړوندې ټولنې هر اړخيزې ګټې يې په پام كې نيولې وي. د ملت استازو ته ښايي چې خپل سالم، رغنده او مثبت نظرونه په داسې توګه څرګند كړي چې له موضوع سره اړخ لګوي او د داسې صفاتو درلودونكى وي چې يادونه يې وشوه نو بيا خو به هرو مرو په پام كې نيول كيږي. نو په دې توګه ويلاى شو چې د پارلمان د مجلسونو په ترڅ كې په خپله خبره باندې بيځايه ټينګار او يا هغه څو څو ځلې بيانول له هغو ملي آرمانونو، پارلماني قوانينو او ټولنيز ادب سره اړخ نه لګوي چې د يوه هيواد د پارلمان له شان سره مناسب دي.نور بيايوولسم:د پارلمان د رئيس سره همكاري او د هغه د اوامرو منلد پارلمان رئيس د ټولټاكنو په وسيله د پارلمان د استازو له منځ څخه انتخابيږي چې دنده يې د پارلمان د مجلس هر اړخيز كنترول او څارنه ده. د پارلمان رئيس ځانګړي حقوق او وجائب لري چې شننه يې يوې ځانګړې ليكنې ته اړتيا لري. د پارلمان په غړو باندې د پارلمان حق دا دى چې له هغه څخه په ټولو هغو اوامرو كې پيروي وشي چې د رئيس له رسمي دندو څخه ګڼل كيږي، لويې ملي ګټې يې په نظر كې نيولې وي او د نظم په ساتلو كې د هر اړخيزې همكارۍ جوګه وي. د پارلمان غړو ته ښايي چې د قانون سره سم د خپلو نظرياتو د وړاندې كولو اجازه د پارلمان له رئيس څخه ترلاسه او يوازې په خپل ټاكل شوي وخت كې د هماغه موضوع په اړه څرګندونې وكړي چې اجازه يې له رئيس څخه تر لاسه كړې ده. همدارنګه د پارلمان په اړوندو ټولو مسايلو كې د دې اصل پيروي د پارلمان د غړو له لوړو اخلاقي معيارونو څخه ګڼل كيږي.دولسم: د رايې اچونې د اصولو مراعات او اكثريت رايې ته احترامد ملت استازي په زياتو مواردو د دې اړتيا احساسوي چې د وړاندې شوې موضوع په هكله خپله رايه استعمال او نوموړې موضوع بيا د اكثريت رايو په وسيله تصويب كاندي. رايه اچونه د پارلماني كړنو يوه مهمه برخه ګڼل كيږي او د ملت استازو ته ښايي چې د رايې اچونې پر وخت او د خپل مهال ويش له مخې په منظمه توګه په داسې ډول د رايې اچونې په پروسه كې ګډون وكړي چې لويې ملې ګټې يې په نظر كې نيولې وي. په همدې توګه په سړه سينه او پراخه ټنډه په پارلمان كې د هرې وړاندې شوې موضوع په اړه د اكثريت رايې ته د احترام او مننې غاړه كښيږدي. بايد وويل شي چې په هغه صورت كې بيا بيځايه ضد او بيځايه ټينګار كومه ګټه نه لري بلكي په پارلمان كې د ستونزو او منفي سياليو د زيږيدو سبب كيږي.ديارلسم: د رسمي مجلسونو په ترځ كې د مناسبو جامو پوښلد ملت استازو ته ښايي چې د رسمي مجلسونو پر مهال داسې جامې په تن كړي چې پاكې، ښكلې او په داسې ډول منظمې وي چې په پارلمان كې د استازيتوب له دندې سره اړخ و لګوي. د دې ټكي له يادونې څخه موخه دا ده چې د ملت د استازو جامې او د هغه څرنګوالى د مجلس په عمومي څيره او ښكلا كې لويه ونډه درلودلى شي. نو كه چيرې د پارلمان وكيلان د رسمي مجلسونو پر مهال هغسې جامې په تن كړي چې خپل ځان ورته ريښتنى افغان ښكاري نو د مجلس له عمومي څيرې سره به يې ډيره مرسته كړې وي.څوارلسم:د پارلمان په كړنلاره بشپړ عمل كولبريالى پارلمان هغه دى چې غړي يې د پارلمان په كړنلاره بشپړ عمل وكړي. بايد وويل شي چې هر پارلمان يو شمير ځانګړي قوانين او مشخصه كړنلاره لري چې د رسمي مجلسونو پر مهال د ولس استازي پرې ګام په ګام عمل وكړي او دغه ټكي چې موږ يې په دې مقاله كې يادوو زياتره يې د پارلمان د طرزالعمل يوه برخه ګڼل كيږي. كه چيرې پارلمان د هراړخيز نظم، پوهنيزې ښكلا او عملي كړنلارې څخه برخمن وي او وكيلان د نوموړې كړنلارې عملي كولو ته بشپړه پاملرنه وكړي نو په خپلو ټاكليو موخو كې د برياليتوب هسكو پوړيو ته رسيږي. په همدې ډول كه خداى مه كړه د هيواد د پارلمان غړي د يوې مثبتې او عملي كړنلارې پلوي نه كوي نو پرته لدې چې خپل او د ملت وخت يې ضايع كړى وي بله پايله په لاس نه شي راوړلاى.پنځلسم: د بايي كاټ پرمهال د سوله ايز احساساتو څرګندونهكله كله په پارلمان كې د حكومت د ځينو پاليسيو مخالف لورى يا اپوزيسيون د تصويب شوو فيصلو يا د يو لړ نورو مسايلو د نه منلو په صورت كې خپل مخالفت د مجلس د تالار د پريښودلو يا بايي كاټ په وسيله څرګندوي خو د زمانې په مختلفو پړاوونو كې كله كله داسې هم پيښ شوي دي چې په دې ډول صحنو كې ځينې احساساتي اشخاصو تاوتريخوالي ته مخه كړې او د پارلمان سوله ايز جريان يې په تاوتريخوالي او بيځايه ناندريو بدل كړى دى. دغه راز عمل له پارلماني اخلاقو سره هيڅ راز اړخ نه لګوي او نه هم د يوه مهذب ولس له شان سره ښايي. په همدې توګه بيځايه افراطي عمل د يوه هيواد ملي ګټو ته سخته صدمه رسولى شي. كه چيرې د پارلمان د غونډو پرمهال داسې پيښيږي چې مخالف لورى بايي كاټ كوي نو يوازې همدومره به كافي وي چې په پټه خوله او سوله ايزه توګه د مجلس له تالار څخه ووزي. بيځايه ناندرۍ، احساساتي څرګندونې او غير سوله ايز عمل د هماغه شخص او يا ګروپ د منفي كړنو په توره كتابچه كې ليكل كيږي چې له هر اړخيز تاوان پرته به بل هيڅ راز لاسته راوړنه نه شي موندلاى.شپاړسم: له تعصباتو څخه ځان ساتلد افغانستان خلكو د تيرو دونيمو لسيزو په ترڅ كې د ځينو مغرضو لوريو له خوا د ډول ډول تحميلي تعصباتو د اورلمبې او د هغه پايلې په څرګنده توګه وليدې چې يوازې د هيواد هراړخيزه وراني او بدنامي يې دې وياړلي ملت ته په ميراث پريښوده. له بلې خوا بايد وويل شي د هغو څيرو او كركترونو نومونه به د تل لپاره به د لعنت په توره كنده كې پراته وي چې په دې وياړلي ملت يې د ډول ډول تعصباتو تحميلي تورتم نازل كړى دى.د افغانستان خلك او ټول ميشت قومونه يو افغان او يو د بل داسې خواږه وروڼه دي چې د تاريخ په مختلفو پړاوونو كې يو د بل تر څنګ اوسيدلي، يو د بل په درد يې خوړلي، غم او ښادي يې يوه ده نو فكر نه كيږي چې د ملت استازي دې دغه ناولې پديدې ته يو ځل بيا د سياست په صحنه كې د ظهور او ودې اجازه وركړي بلكي هغه ناولې څيرې به محكومې كړي چې دغه ناولې پديده يې د كوپړيو له مغزونو را تاو شوې ده. د ملت استازو ته ښايي چې يوازې د خپلو ديني او ټولنيزو ارزښتونو سره يو ځاى د افغانستان سترې ملي ګټې و پالي او په دې باور ولري چې د تعصب د اور بلوونكي به كه خداى كول يوازې پخپله خپل ځانونه د رسوايۍ د سيلاب په څپو كې غوزوي او بل به هيڅ راز لاسته راوړنه به و نه لري.اوولسم: په لنډو او فصيحو الفاظو د خپل نظر وړاندې كولد پارلمان ځينو ځينو غړو ته نه ښايي چې داسې اوږدو ويناوو ته مخه كړي چې په حاشيو كې لاړ شي او له موضوع سره اړخ نه لګوي. نوموړى كار د وخت د ضياع سبب كيږي او د نورو وكيلانو د تعميري نظرياتو د بيانولو مخنيوى كوي. ښه خبره به دا وي چې د ملت ټول استازي خپل نظر په داسې لنډو او فصيحو الفاظو كې څرګند كړي چې ياد شوي ټول اړخونه يې په نظر كې نيولي وي. ځكه بهترين نظر هغه معقول نظر ګڼل كيږي چې لنډ، په فصيحو الفاظو سمبال او د غوره دلايلو درلودونكى وي. په همدې توګه كه چيرې استازي د موضوع په اړه مخكې له مخكې تياري و نيسي او هغه ټكي يادداشت كړي چې بايد په خپله وينا او يا نظر كې يې وړاندې كړي نو دغه اصل ته به يې ځانګړې پاملرنه او د مجلس له اصولو سره به يې مرسته كړي وي. آتلسم: د موضوع په اړه يوازې په يو ځل د خپل نظر وړاندې كول كه د پارلمان غړي د يوې موضوع په اړه د خپل نظر وړاندې كول په دې شكل منظم كړي چې د اړتيا په صورت كې يوازې يو ځل د نظر څرګندونه و كړي نو د هغه اغيزې به له هغو ګډو وډو خبرو څخه زياتې وي چې د هر ټكي له بيانيدو سره بيل بيل لاس پورته كوي او د نورو استازو د تعميري نظرياتو د وړاندې كيدو مخه نيسي. په همدې توګه ټولنيز آداب هم په دې خبره ټينګار كوي چې بايد د موضوع په اړه د نورو د نظرياتو مخنيوى او مزاحمت و نه شي. له بلې خوا بايد د دې خبرې يادونه وشي هغه شخص خپل اهميت او اغيزه ډير ژر له لاسه وركوي چې د بيځايه خبرو په وسيله د هر ټكي د بيانيدو سره سم د خپل ځان ګډون ته لاره پرانيزي او د وخت د ضايع كيدو سبب كيږي.نولسم: د ناوړه الفاظو له استعمال څخه ډه ډهد پارلمان د مجلسونو پر مهال هر ډول تاوتريخوالي ته لمن وهل، د پارلمان د رئيس يا نورو استازو په مقابل كې د ناوړ، ركيكو او بدو الفاظو استعمالول د ملت د استازو له شان سره نه ښايي او هغه اشخاص چې دغه ناوړه پديدو ته لاره پرانيزي موخه يې په هيواد كې د سوله ايز جريان ورانول دي. بايد وويل شي چې په داسې حساسو شيبو كې د پارلمان د وكيلانو د صبر او حوصلې بنسټ د عمل په ډګر كې پلى كيږي. د ملت استازو ته نه ښايي چې په هيڅ صورت دغه ناوړه پديدې ته د پارلمان د ننه د نفوذ اجازه وركړي بلكي د بشپړې ورورګلوۍ په فضا كې ټول په يوه خوله د افغانستان د سرلوړۍ لپاره لاس په كار شي.شلم: له اړوندو ادارو او چارواكو سره همكاري پارلمان د خپلو كارونو د غوره تنظيم لپاره يو زيات شمير مامورين او يو لړ ادارې په خپل انګړ كې په كارونو ګمارلي وي څو د پارلمان اړوند كارونه منظم او مربوطه چارو ته غوره سمون په برخه كړي. د ملت استازو ته ښايي چې له اړوندو چارواكو او مامورينو سره د بشپړې همكارۍ له لارې لاړ شي، د هغوى په لارښوونو عمل وكړي او له هر ډول داسې منفي كردار څخه ځانونه و ژغوري چې د اړوندو چارواكو د خپګان سبب كيږي. له بلې خوا د دې خبرې يادونه ضرورري ده چې هغه ټول مامورين، او اړوندې ادارې د وكيلانو د خدمت او د چارو د ښه سمون لپاره په كارونو ګمارل شوې دي چې د پارلمان په انګړ كې كار كوي نو له هغوى سره عدم همكاري به پخپله د وكيلانو كار له خنډونو سره مخ كړي. له همدې كبله ضروري ده چې د ولس استازي له هغوى سره د بشپړې همكارۍ او همغږۍ له مخې خپلې چارې پر مخ بوزي.يو ويشتم: د قلم او كتابچې درلودلد پارلمان غړو ته ښايي چې په رسمي مجلسونو كې د خپل حضور په ټول وخت كې قلم او د يادداشت كتابچه ولري چې نوموړى كار ګڼې فايدې لري. لومړى ګټه يې دا ده چې د اړتيا په وخت كې ضروري ټكي پرې وليكي. بل دا چې كه چيرې ځينې وكيلان نه شي كولاى خپل نظر په سمه توګه په خپل ذهن كې ځاى په ځاى كړي نو كولاى شي چې د كاغذ پر مخ يې و ليكي او بيا يې د كاغذ له مخې و لولي. د قلم، كتابچې او سپين كاغذ په اړه بايد وويل شي چې شايد د پارلمان اړوند مامورين به هم دا كار كوي چې د رسمي مجلسونو د پيل كيدو څخه د مخه د پارلمان دغړو مخې ته د اړتيا وړ كاغذ او قلم كښيږدي خو د دې سره سره ضروري ده چې استازي پارلمان ته د ننوتلو څخه د مخه په دې اړه بشپړه تياري ولري او د اړتيا وړ كلتوري توكي له ځان سره و لري.دوه ويشتم: د مجلس اجندا په پام كې نيولد پارلمان هر مجلس د څيړنې وړ مسايلو لپاره ځانګړې اجندا لري چې بايد يوازې په هماغه بحث صورت و مومي څو مثبتې پايلې لاسته راوړاى شي. د مجلس په جريان كې د اجندا له موضوعاتو پرته د نورو مسايلو مطرح كول د پارلماني كړنلارې او چلند سره اړخ نه لګوي بلكي د ملت د استازو د قيمتي وخت د ضياع سبب كيږي. د پارلمان غړو ته ښايي چې يوازې او يوازې پرهغو مسايلو خپل بحث ته ادامه وركړي چې د مجلس په اجندا كې شاملې وي ګام په ګام يې تعقيب او د مثبتو پايلو په لوري يې مخ په وړاندې بوزي. همدارنګه له اجندا پرته د نورو مسائلو مطرح كول د پارلمان مجلس د ګډوډۍ په لوري بيايي او له مجلس څخه د مثبتو نتايجو تمه بيا په هغه صورت كې بيځايه ده. درويشتم: د مجلسونو رسمي پيل او خاتمې ته درناوىد پارلمان د غونډو په ترڅ كې دې ټكي ته بايد زياته پاملرنه وشي چې په منظم او رسمي ډول پيل او په ټاكلي وخت، رسمي توګه او د موخو د لاسته راوړلو سره يو ځاى پاى ته ورسيږي. د ملت استازي به د پارلماني اخلاقو د يو مهم اصل په توګه دې ټكي ته زياته پاملرنه كوي چې نه خو د رسمي مجلس له پيل څخه د مخه خپلې څرګندونې پيل او نه هم د مجلس د رسمي پاى له اعلان څخه وروسته خپلو خبرو ته ادامه وركړي بلكي د پارلمان د مجلس رسمي پيل او پاى ته كلك درناوى ولري. له بلې خوا د دې اصل په پام كې نيول د نظم له ساتلو، د پارلمان له رئيس او اړوندو چارواكو سره هم مرسته كولاى شي. ",پارلماني اخلاق 245,," ښاغلي رمضان بشردوست ته يادونهښاغلى بشردوست يوه نوې څېره ده، چې يو پر يو را برسېره شوه، او له ډېرو سيالانو څخه څوگامه مخكې لاړ، دا ولې؟ ځكه چې ښاغلى بشر دوست هغه څه وايي، چې ملت يې له هر مسئول شخص څخه غواړي.بشردوست څو ځله ګوټ څنډنه وكړه، چې كه لاس يې بر شي ډېر وزيران به له خپلې چوكۍ لاس نيولي را بهر كړي، ځكه چې بېخي په وزن او تول برابر نه دي.ښاغلي بشردوست پدې وروستيو ورځو كې د كليو د پراختيا وزير ښاغلي حنيف اتمر په زخه كړ او ډير څه يې ورپسې وويل، او د هغه د حساب كتاب لپاره يې غازي سټيديوم جارو او پاك كړ، خو څارنوالۍ خبره ور خلاصه كړه.موږ افغان ولس تل داسې كس ته ښه راغلاست وايو، چې د ملت په گټه له هر چا سره حساب او كتاب وكړي. د ټول ملت همدا غوښتنه ده، چې مسولين بايد چل ول ورسره ونه كړي، خدمت ورته وكړي او ټول ولس ته په يوه سترگه وګوري.كاشكي همداسې مسولين ولرو او داسې كسان هم ښه بولو، چې د مسئولينو، مشرانو پل وڅاري، كړه وړه يې وتلي او د تېروتنې پر مهال غږ پرې وكړي.دلته موږ ښاغلي رمضان بشردوست ته څو يادونې كوودا ډېره ښه شوه، چې تاسې د ښاغلي حنيف اتمر په اړه خپلې نيوكې را برسېره كړې او څارنوالۍ يې سپيناوى وكړ، ځكه د انسان بيا د مسلمان شخصيت له هر څه نه ارزښناك دي، بايد د چا شخصيت جرح او زخمي نه شي.ښاغلى بشردوست صيب ته د ملت د نماينده په حيث يوځل دغه:• ترانسپورت وزارته ته هم سر ور ښكاره كړه، چې ښاغلى وزير له كومه ځايه فارغ دى او هم په وزارت كې څه تېرېږي، څوك او د كوم اهليت خاوندان دي، مشاورين يې څوك او څومره پيسې اخلي.• يو ځل د اطلاعاتو او كلتور وزارت دروازه هم وټكوه، چې ښاغلى وزير د كوم ملك لپاره كار كوي• ته يو ځل دغه زندانونو ته هم ور وګوره، ډېر داسې ځوانان به وگورې، چې ګناه يې يوازې ددوى خپل مليت وي.• ته يو ځل دغه همسيالان هم و پوښته، چې ولې توكمپاله او نژادپاله چلند كوي، ميم زورما او ټول زما سياست پر مخ بيايي.• هغو يارانو ته هم لږ يادونه وكړه، چې د خپلې څوكۍ او جيب ساتنې په خاطر د وطن هرې بربادۍ ته تبر په لاس ولاړ دي.• لږ دېته هم سترګې وغړوه، چې څو يارانو د خپل ټول ملك برمته كړى او هر څه خپل حق بولي، او د اسلام په نامه نژادي گټې كوي، كه چا لږ څه وويل، افغان خو څه كوې له مسلمانۍ يې هم بهر و باسي.• آخر لږ له هغو څخه هم مننه وكړه، چې تاسې يې ملايان او ځان ته يې بلاگان كړئ. په بېخي ډېر درنښتامين كليوالwatanyhob@yahoo.com ",ښاغلي رمضان بشردوست ته يادونه 246,,"   دحقیقت موندنې او ملي پخلاینې درې ورځنۍ غونډه نن دیوه پریکړه لیک په خپرولو او دافغانستان د وروستیو پیښو او جگړو دمجرمینو د لا پېژندنې لپاره دیوه ځانگړي کمیسیون پر جوړولو سلا شول. پر پرېکړه لیک راغلي چې ملي روغه جوړه له عدالت سره جوخته په ټولنه کې پلې شي. دحکومت له اړخه دبهرنیو چارو وزیر ډاکټر عبدالله عبدالله غونډې ته وویل چې دولت په ټوله مانا دبشري حقونو دسرغړونکو دپېژندنې او دعدالت دخوندي کولو په لار ژمن دی. دبشري حقونو دخپلواکه کمیسیون مشرې سیماثمر بیا وویل چې په افغانستان کې دقضایي قوې کمزورۍ به پدې لار کې خنډ وي نوموړې بیا دبشري حقونو پایمالونکي دکمونستانو درژیم له پیله تر ننه چې باید عدالت ته وړاندې شي پر گوته کړل. دغې غونډې ته ١٢٠ گډون کونکي له ټول افغانستانه دملگروملتونو دبشري حقونو دعالي کمیشنرۍ او دافغانستان دبشري حقونو دخپلواکه کمیسیون په بلنه کابل ته راغوښتل شوي وه. ",دحقیقت موندنې غونډه دیوه کمیسیون په جوړول سلا شوه. 247,,"   نن دسولې دټینگښت دخپلواکه کمیسیون په زیار دامریکایاو تر کنټرول لاندې باگرام زندانه ٤٧ هغه زندانیان چې امریکایانو دطالب پر شک نیولي ول خوشې شول. حضرت صبغت الله مجددي دغو خوشې شویو زندانیانو ته وویل چې کوښښ وکړي دخپل هیواد پر گټه کار وکړي او دایې هم زیاته کړه چې درې سوه نور زندانیان لا هم په باگرام کې شته چې په نیږدو کې به راخوشې شي. شفیع الله یوه زنداني چې خوشې شوی وایی نوموړی امریکایانو بې گناه زندان ته اچولی وه. زیاتره دازندانیان دزابل، کندهار، کنړ او پکتیکا نه ول. ددغه کمیسیون له اړخه دا دیارلسمه ټولگه زندانیان ول چې باگرامه خوشې کیږي.    ",دباگرام له زندانه ٤٧ زندانیان خوشې شول. 248,سهار ګل," د سرحد ايالت پوځي قوماندان او دهغه مرستيال په بلوچستان کي ټپي شوي دي. دغه کسان پرون هغه مهال ټپيان شول چې پر چورلکه يې دبلوچستان په سيمه کې بريد وشو. ميجر جنرال شجاعت ضميرډار او ډګروال سليم نواز په پښو کې دګولۍ دلګيدو له امله ټپيان شوي دي. تر دې مهال مالومه نده چې پردوی دچا له خوا ډزې شوي دي. دغو کسانو هغه سيمه څارله چې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان دولسمشر پرويز مشرف دراتګ پرمهال له هغه ځايه پرې دتوغنديو بريد شوی وو. پوليس وايي چې دکولو په سيمه شپږ توغندي هم توغول شوي دي چې درې توغندي يې دپاکستاني پوځيانو کمپ ته څيرمه لګيدلي دي خو مرګ ژوبله يې نه ده رامنځته کړې. ",په بلوچستان کي يو پاکستانی جنرال ټپي شوی دی 249,سهار ګل," د ايټاليې د وتلي انځورګر، ليوناردو داوينچي په لاس پنځول شوی انځور، د ژوکوند موسکا يا Mona Lisa ، تر کمپوټري څيړنو لاندې هم ونيول شو. ددې څيړنو په پايله کې جوته شوه چې دا انځور له اره خوشحالتيا ښيي او په ډاډ سره ويل کيدای شي چې په انځور کې کښل شوې پيغله موسکنه ده. دا څيړنې د امستردام پوهنتون د کمپيوټري څانګې لخوا د مزاج پيژندنې پوستکالي څخه په ګټې اخيستنې سره ترسره شوي دي. ددې څيړنو پايلې ښيي چې د دې انځور منځپانګه په سلو کې دري اتيا خوښي، په سلو کې نهه کرکه، په سلو کې شپږ ډار او په سلو کې دوه قهر څرګندوي. ويل کيږي دا کمپيوټري پوستکالی د امريکايي څيړونکو لخوا جوړ شوی او کاري بهير يې داسې دی چې د انځور يا عکس له اخيستو وروسته، د څيرې د ليکو له مخې کولای شي د انځور شوي کس دننه حالت ښکاره کړي. د ژوکوند د موسکا انځور له پنځه پيړيو راهيسي د هنرمينه وال هک پک کړي دي او په دوه زره و دريېم کال کې له هاروارډ پوهنتون څخه يو کارپوه دا نظر ورکړ چې کله يو انسان په دې انځور کې د پيغلې خولې ته وګوري نو موسکا نشي ليدای او کله چې خولې ته يې نژدې ځايونه وليدل شي نو داسې مالوميږي چې هغه موسکنه وي. دا انځور د پنځلس سوه و درې او پنځه لس سوه و شپږ کلونو ترمنځ د ليوناردو داوينچي په لاسونو پنځول شوی چې اوس مهال د فرانسې په لوور نندارتون کې نندارې ته ايښوول شوی دی. ",د ژوکوند موسکا او په اړه يې کمپيوټري څيړنې 250,سهار ګل," کابل ښار نن يوې ځانمرګې چاودنې ولړزاوه. دغه چاودنه نن ماسپښين د دوه نيمو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه چې په پايله کې يې يو تن مړ او دوه نور ټپيان شول. د پيښې ځای د امنيتي ځواکونو لخوا محاصره شوی او امنيتي ځواکونو په دې اړه له زياتو تفصيلاتو ډډه کړې. ويل کيږي بريد کوونکي غوښتل چې د باندنيو ځواکونو يو موټر ته نژدې ځان والوزوي. ",د کابل دارلامان ماڼۍ ته څيرمه ځانمرګی بريد وشو 251,حميد وردګ," د پکتيا ولايت دولتي چارواکو ويلي چې ددغه ولايت د امنيتي ځواکونو او د طالب جنګياليو د نښتې پرمهال يوتن شکمن طالب وژل شويدى. دنوموړي ولايت د امنيت امر و يلي چې نښته هغه مهال رامينځ ته شوه چې شکمنو طالبانو د پکتيا او خوست د لارې په اوږدو کې د سپرليو موټرونه درولي او د خريلو ږيرو خاوندانو ته يي ګواښونه کول. ",پکتيا کې د نښتې پرمهال يو طالب ووژل شو. 252,شاپيرۍ نغمه," جانــانــــه حال مـــــــې دویــــــلـــــو نـــــه دی زخـــــمــــي زړګـــــې مــــــې دکتـــلو نه دی  زه یې په تــمـــه دوصــــال پـــــاتــــې یـــــم کــــنــــه داوخـــت دتـــیــــرولــــو نــــه دی  څومــــره شوخي یې وه په سترګو کې نن ځـــــــکه مــــې زړه دصبــــرولــــو نــــه دی  دلیونــــي جـــانــان تــار ، تـــار ګـــریوانه وربــــل زمــــا هــــم د اوبـــــدلـــو نــــه دی  ""نــــغــــمــې"" ته نه ښــــکاري نڅا دنیشو ســــاقي دا جــــام خــــو دې د څښلو نه دی جرمني ۲۰۰۲ /۹ /۲۳ ",غزل 253,عارف خزان," وخــــتـــونــه ځـــــــکـه پـه انـګـار تـیـروو چی د اغـــیــار پــه کــــالـه لار تـــیــــروو  مــوږ د ارمــان پـه ویــنــو ســـره لـیونـی هـره شــیــبــه پــه ســر د دار تــــیــــروو  شیخ که مو سترګــی ړنــدی خومـــوږه نظر د ښـکـلـو پــه رخـــســـار تــیـــــزوو  د وچ پرهیز په تنــدی ویـنـــی راغــلی ساقی، دا اوس ولی خمار تیروو؟  پـه دی لـوټ شـوو تـالا شـوو کــوڅـو مـــلـــګـــرو، نــــاوی د بـهـار تـیــروو کابل ۱۳ ۶۵ ۸ ۱۰ ",غزل 254,پوهنوال ډاکتر نظرمحمد سلطانزئ,"    څرنګه چې په کابل کې دپښتنوشمير  پنځوس پر سلونه هم زيات دی اودالړۍ نوره هم دوام لري  نو دافغانستان داساسي قانون اوهم  دنړيوال دېموکراتيکو هېوادودلوړې زده کړې دپريـنسـيــپونو اونورمونوسره سم په کابل کې بايد دپښتوژبې يوپوهنتون ددولت لخوا سمدلاسه جوړشي. نوموړې کړنلاره به د يوې خوا دهيوادد ژبود مساوي حقوقوپه اړوند په افغانستان کې دديموکراتيک غور ځنګ  په پلې کولوکې  ټولې نړې ته ددولت دکار يو غوره ثبوت وښيي او دبلې خواد ټولو هغو پښتنو کورنيو لپاره چې په باندنيو هيوادو کې د مهاجرپه توګه ژوندکوي او دهغوې اولادونه  په لوړوتحصيلاتو بوخت  دي او غواړي چې خپل وطن ته بيرته راستون شي يوبې سارې غټ فرهنګي خدمت وګڼل شي.   ديادولو وړ خبره دا هم ده چې پخپله د کابل پوهنتون ددومره زياتو زده کوونکو لپاره ځاې هم نه لري کوم چې  ځانونه ورته کانديد کوي.  داځکه چې د کابل پوهنتون پخپله ډير پخوا جوړشوې دی يا نې هغه وخت چې دکابل ښار نفوس دنن ورځې په پرتله ډير کم وه .   نوله دې کبله په کابل کې  ديوه پښتوژبې پوهنتون جوړول به ديوې خوا دکابل پوهنتون ستونزې  کمې کړي او دبلې خوا به دهيواد په د ننه کې هغه کورنۍ چې په کابل کې او سيدل غواړي دهغوې داولادودبريالۍ  ښوونې اوروزنې په اړوند ډيرې اسانتياوې رامنځ ته کړي.       په درناوي   دهستې فزيک پوه او دطبي فزيک متخصص دکابل پوهنتون دطبيعي علوموپوهنځۍ پخوانۍ استاد او داتوم انرژي مشر پوهنوال ډاکتر نظرمحمد سلطانزئ (جرمني) ",په کابل کې بايد دپښتوژبې پوهنتون جوړشي 255,هژبرشينواری," په افغانستان کي د حساب د اوونۍ کارتونونه   د نورو کارتونونو ليدلو ته داځای کښېکاږی   ",درې نور وزيران د حساب ورکولو پروخت 256,محمديوسف خدمتګار,"   چي مي سوچ په تما شه ستا دښکلا  شو ژوند  هغه  ګړ ۍ ما تم  کي مبتلا  شو   تن مي غږ  ځکه  ونه  کړو چي پښتون  ؤ زړه  مي  پوخ  په  اور د هجر  داشنا  شو   د وفا  او محبت  نوم  به  پي  وياړ ي څوک چي خا وري دکوڅې ستا په وفا شو   دمجنون  په  مينه  هله  خلک پوه شول چي ليلا پسي ملنګ  سر په  بيديا  شو   که ګريوان مي رقيب څيري کړو په عشق کي خوښ په دې شوم چي يار ويښ شو په خندا شو   خد متګار به  ځان  ورجار کاندي يوځلي که  يې يار په  مينه  پوه  غماز  جلا  شو     کلاکرويک - ناروې ۱۶-۱۲-۲۰۰۵ ",غزل 257,," ع نورزی - هلمند نن دسهارپه نهه بجې دهلمنددنادعلي ولسوالۍ دزرغون كلي ديوه ښونځى معلم هله ووژل شو كله چي دوووسلوالوپه نوموړي ښونځى بريدوكړدهلمندامنيه قومندان مل پاسوال عبدالرحمن صابرلږشيبه وړاندي دبېنواخبريال ته په يوټليفوني تماس كي وويل : چي دوتنه وسلوال پرموټرسيكل سپاره وچي دزرغون كلى پرښونځى ئې بريدوكړدبريدپه ترڅ كښې يومعلم دلغماني په نامه ووژل شو. نوموړي ښونكي په داسي حال كښې وژل كيږي چي دوه شپې وړاندى دهمدغه ولسوالۍ په همدغه كلى كښې يووسلوال اويوكليوال دنامعلومواشخاصوله لوري وژل شوي وه .   ",دهلمندپه نادعلي كې ديوښونځى ښونكى ووژل شو 258,," ع : نورزى هلمند دهلمندنوى والي دپيلوم انجنيرمحمدداودنن ديوې غونډي په ترڅ كښې چي دهلمندولايت په مقام كښې جوړه شوى وه دادارو  و ريسانواوپه عام غونډه كښې وخلګوته ورپيژندل شو . دنوى حكومت په راتګ سره دلومړي ځل دى چى دهلمندوالي بدليږي اوپه ځاى ئې نوى والي راځي مخكي دهمدى ولايت والي حاجي شيرمحمداخندزاده ووچي څلوركاله اودوې مياشتي ئې دولايت پرڅوكۍ تيري كړي چي اوس د ولسمشركرزي لخوادمشرانوجرګې ته وغوښتل شو په ځاى ئې انجنيرمحمدداوددوالي په توګه اودشيرمحمداخندزاده وروراميرمحمداخندزاده دمرستيال په توګه وټاكل شوه .   ",دهلمندنوى والي اومرستيال خلګوته وروپيژندل شو ل 259,,"   تیره ورځ دلوگر ولایت د څرخ په ولسوالۍ کې دیوه کلي اوسیدونکو لاریون وکړ چې لا امله یې له پولیسو سره په نیښته کې دوه لاریون کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړ. لاریون هغه مهال وشو چې سیمې ته پولیس پدې موخه تللي ول تر څو دسیمې کورونه تالاشي کړي. ",په لوگر کې دوه لاریون کوونکي مړه شول. 260,,"   دائتلافي ځواکونو خبر پاڼه کاږي چې دتیرې پنجشنبې په ورځ دکندهار په شمال کې له طالب جنگیالیو سره ددغو ځواکونو په نیښته کې یو امریکایی سرتیری او یو طالب جنگیالی وژل شوي.  په دغه  نيښته کې بل امریکایی سرتیری او دملي اردو یو سرتیری ټپیان شوي. امریکایي او دملي اردو سرتیري سیمې ته دیو لړ عملیاتو دترسره کولو لپاره تللي ول. ",یو امریکایی سرتیری په کندهار کې ووژل شو. 261,حقمل," د پوليسو په ډزو کې پرون درى تنه لاريون کونکى د لوګر ولايت دڅرخ ولسوالى کې وژل شوى او څو تنه نور ټپيان شوى دى . پوليسو ويلى دى چې لاريون کونکو غوښتل پر ولسوالى بريد وکړى . خوﻻريون کونکو دپوليسو دا ادعا نه منى او وايى چې دوى د ملى اردو ، ملى پوليسو او اييتلافى ځواکونو له خوا دشپى له طرفه ددوى د کورنو دتلاشى کولو د غندلو په موخه دا لاريون کړى وو او له دولت څخه غواړى چې د داډول بې سريو مخه ونيسى .لاريونکونکو ويل چې پرته له مخکينۍ خبرتيا د شپى له خوا د دوى کورونه کلابند،او د بامونو له لاري د خلکو کورونو ته پورته کيږى .د سيمې څو تنو اوسيدونکو وپتيله چې دوى به نن د خپلو وژل شويو کسانو جنازې کابل ته ليږدوى او له دولت څخه به وغواړى چې قاتلين يې محاکمه شى .دوى دا هم وايې چې خپلې روا غوښتنې به ولسمشر کرزى ته ورسوى . ",په ډزو کې يو شمير لاريون کونکى وژل شوى دى . 262,حقمل," د امريکا د ولسمشر مرستيال ديک چينى به په روانه اونۍ کې له افغانستان څخه ليدنه وکړى او ددوشنبې په روځ به د افغانستان د پارلمان په لومړۍ غونډه کې برخه واخلى او په دغه غوڼده کې به د امريکا استازيتوب وکړى . ويل شوى چې دى به له ولس مشر حامد کرزى سره هم خبرې اترى وکړى او روسته به پاکستان ، مصر سعودى عربستان او عمان ته هم لاړ شى .په افغانستان کې به دخپلې کتنې په ترځ کې د خپل هېواد د سرتيرو له پوځى اډو څخه هم ليدنه وکړى . ",د امريکا د ولس مشر مرستيال کابل ته راځى . 263,حقمل," د حج او اوقافو وزارت له خوا په کابل کې د ښځو له پاره لومړنى جومات د کابل ښار د خيرخانى په سيمه کې پرانيستل شو .دا لومړنۍ جومات دى چې افغان ميرمنې به په جمه سره په دغه جومات کې لمونځ ادا کوى . دغه جومات د ٨٠٠ زرو افغانيو په لگښت جوړ شوى دى او د٤٠٠ لمونځ کونکو له پاره ځاى لرى . ",د ښځو له پاره لومړنۍ جومات پرانيستل شو. 264,,"   نوی ټاکل شوی افغان لومړی پارلمان به سبا نه بل ورځ دوشنبه، خپله لومړۍ غونډه وکړي او خپل کار به پیل کړي. ویل کیږي چې دامریکې دمتحدو ایالاتو مرستیال ولسمشر ډیک چيني به کابل ته راشي او په دغه لومړۍ غونډه کې به برخه واخلي. نوي پارلمان ته گڼ شمیر افغانان داسې انگیري چې گواکې له وخت تیرولو اودخپلو جیبونو له ډکولو پرته به نور څه له ځان سره ونه لېږدوي. غلام نبي دکابل ښار اوسیدونکی وایي"" پارلمان به هم دحکومت په شان خپل جیبونه له ډالرو ډک کړي او دخوارانو په کیسه کې به نه وي"" احمدزی دخاکجبار اوسیدونکی بیا وایي"" مونږ اړتیا لرله چې پارلمان جوړ شي او داچې بل ورځ ته یې غونډه ده هرکلی یې کوو. حداقل مونږ خو ټاکلی دی"" خو سیاسي کتونکی او څېړونکی ولي الله شاهین بیا نوی پارلمان د قانون جوړونې او دټولنې دقانوني کیدو په لور یو سترگام بولي خو ولې بیا هم پدې اند دی چې پارلمان به نیمگړی وي. شاهین بینوا ویبپاڼې ته وویل"" په پارلمان کې داسې غړي هم شته چې بېسواده دي چې طبیعي خبره ده نشي کولای په لویو موضوگانو کې رغنده رول ولري"". نوی پارلمان ٢٤٩ غړي لري چې دتیرې سنبلې میاشتې په ټاکنو کې وړونکي وپیژندل شول چې دافغانستان له گوټ گوټه راغلي. دپارلمان دلنډمهالې دارالنشاء وړاندې ویلي وه چې دپارلمان غړیو ته به دکور کرایه، لوړ معاش، ترانسپورتي او تیلیفوني اسانتیاوې به ورته برابرې کړي. دا پداسې حال کې ده چې تیره ورځ دپارلمان ماڼۍ ته نیږدې یوه ځان وژونکي خپل ځان والوزاوه او دوه تنه عام وگړي يې ټپیان کړل. ",نوی پارلمان به د دوشنبې په ورځ لومړۍ غونډه وکړي. 265,حقمل," د افغانستان، پاکستان او امريکا هېوادونو د درى اړخيزه امنيتى کميسيون څوارلسمه غونډه پرون د يوې اعلاميې په خپرولو سره په کابل کې پاى ته ورسيده .په اعلاميه کې د افغانستان او پاکستان پر ګډو پولوکې د ډاډمن امنيت د رامنيځ ته کيدو په موخه د لا ډيرو او جدى همکاريو پر دوام ، په دې برخه کې د استخباراتى اطلاعاتو په راکړې ورکړې ، د ديپلوماتيکو اړيکو پر ټينګښت او دنړيوال ترهګرۍ په وړاندې په هر اړخيزه مبارزه باندې ټينګار شوى دى .په دغه غونډه کې د افغانستان لوى درستيز بسم الله د پاکستان د لوى درستيز مرستيال سليم حيات او په افغانستان کې د امريکايې فوځونو مشر تورن جنرال بيرى ګډون درلود . ددغه درى اړخيزه کميسون پنځلسمه غونډه به په راتلونکى مياشت کې په کابل کې جوړيږى . درى اړخيزه کميسيون دوه کاله وړاندى جوړ شوى دى . ", درى اړخيزه امنيتي غونډه پاى ته ورسيده . 266,,"   دحتیځ زون دسرحدي لوا مشر حاجي ظاهر خپلې درنې او سپکې وسلې له نامسؤلو څخه دوسلو ټولو پروگرام یاډایاگ ته په خپله خوښه سپارلي. دډایاگ پروگرام چارواکي وایي چې پدغو وسلو کې ٤٠٠ بکسه مرمۍ او ٤٩٠ دهاوان مرمۍ يې له نور درنو وسلو سره یوځای ورته سپارلي. دډایاگ پروگرام له نامسؤلو وسلوالو څخه وسلې ټولوي چې سږ کال دجون په میاشت کې دولسمشر دمرستیال کریم خلیلي په مشرۍ پیل شو.  ",حاجي ظاهر دډایاگ پروگرام ته وسلې وسپارلې. 267,حقمل," د کوچيانو په استازيتوب سرور احمدزي په يو خبرى غونډه کې د پنجشنبې په ورځ له دولت څخه په ټول افغانستان کې د کوچيانو د دقيقو سرشميرنې غوښتنه وکړه . ده کوچيان دټولنې يو محرم قشر وباله او تينګار يې وکړ چې دولت بايد دوى ته دهېواد په بيلا بيلو سيمو کې داستوکنى ښارگوتى . روغتيايى مرکزونه او ليليه ښونځۍ جوړې کړى او د دوى د ځلميانو له پاره د د هېواد د زده کړو په لوړو موسساتو کې د زده کړې لارې چارې برابرى شى .احمدزى وويل چې کوچيان له پرمختيايى پروګرامونو څخه برخمن نه دى . ",د افغانستان کوچيان دقيقه سرشميرنه غواړي . 268, ځلمي مشال,"  ځلمي مشال انسانان كم وو چي اوس خرو هم ترهګري ته لاس واچاوه، خبر راغلي چي د بدخشان په ولايت كي يو خر ترهګر د يوځانمرګي بريد په ترڅ كي د جي ټي زيډ يو موټر الوزولي، يو شمير كسان ټپيان شوي او د يو شمير دولتي ودانيو شيشي ماتي شويدي، د يوخر ترهګر لپاره يوه لويه لاسته راوړنه ده. خبري سرچينولا تصديق كړي نده چي ترهګر خر كورني خر وو كه بهرني او نه لا دا مالومه ده چي خر د القاعده رسمي غړيتوب درلود كه يواځي په رضا كارانو كي شامل وو، نه يواځي خبري سرچيني بلكي د هيواد ټول امنيتي ارګانونه هم پدي ندي بريالي شوي چي تراوسه د خر اصل ونسب، اوسني يا پخواني ادرس د تليفون كومه شميره اويا هم سياسي تړاو مالوم كړي، مالوميږي چي خر د خپل ټولي خرګري سره سره په ترهګري كي له پوره هوښيار توب نه كار اخستي او په دي بريالي شوي چي د ځانمرګي بريد نه وروسته هم خپل هويت پټ وساتي. دا خر په ترهګري كي تر ټولو هغو ترهګرو هوښيار وښوت چي تر ځانمرګي بريدونو وروسته يا يي ككري روغه پاتي وي او پري وپيژندل شي او يايي هم د جيب له كومي څنډي د اسلام آباد او يا پيښور كوم ادرس يا كومه د تليفون شميره لاس ته راشي، خپله هم رسوا شي او د نورو د رسوايي لامل هم شي. البته خروته يو شمير ډير سخت بد بين كسان چي په هيڅ توګه د خرو په عقلمندي يي باورنه راځي، هغوي پدي خبر هم باورنكوي، او وايي چي دا خر د خپل ډير خرتوب له امله د كوم ترهګر د شيطاني ذهن نه قرباني شوي، او هغه په دي توګه چي ترهګر دخپل ځان پرځاي د خر د سادګي نه په ګټي اخستني خر په منفجره موادو بار كړي او د ښار خوا ته يي ليږلي، خر د خپل خرتوب له مخي څه پوهيده چي څه پري بار دي، غنم او كه باروت. د خرهمدي خرتوب د جي ټي زيډ دموټر او ديوي وداني د شيشو په خوا كي د خرژوند هم واخيست او د نورو خرو د بدنامي سبب هم شو. تراوسه خره په دي خوشحاله وو چي ترهګر يواځي انسانانوكي دي خو دادي اوس خره هم دخپل خرتوب له مخي په ترهګري تورن شول. كه د خرو د عقلمندي په هكله د بد بينو كسانودا تيوري ومنوچي پورته ياد شوي خر ترهګر نه وو بلكي د خپل خرتوب قرباني شوي نو حكومت او امنيتي مقاماتو ته به ډيري ستونزي جوړي كړي. كه امنتي مقامات زما مشوره مني نو امر دي وكړي تردي وروسته كه خر په كومه ښاري سيمه كي وليدل شو، ليدلو سره سم دي ووژل شي، خو كيداي شي د حيواناتو د حقوقو انجمنونه دي كار سره مخالفت وكړي او ووايي خره خو څه انسانان ندي چي بايد په دومره بي رحمي د وژلو اجازه يي وركړل شي. نو يواځيني چاره چي پاتي كيږي هغه داده چي تردي وروسته هرڅوك چي غواړي خر وساتي نو بايد دخر دساتلو او چلولو لايسنس ترلاسه كړي، پرته لدي بايد ټول خره راجستر شي او هرخر يو نمبرپليټ ولري چي يو يي دمخه په غړي كي ځوړند وي اوبل يي شاته ترلكي ځوړند وي. نو بيا كه كوم خر ترهګر شي، اوپخپله غواړي ځان والوزوي او يا هم دخپل خرتوب له مخي خاونديي والوزوي نو مالوميږي به چي دا خر كوم خر وو؟ ",ترهګر خر ( طنز ) 269,غلام جيلاني ځواك," غلام جيلاني ځواك د كنګره ملي ګوند په واك كي دټولو قومونو د ونډي اود واك دعادلانه ويش په نوم په افغانستان كي د فدرالي نظام وړانديز مطرح كړ. البته دا لومړني ځل ندي چي په افغانستان كي د فدراليزم غوښتنه مطرح كيږي ، تردي دمخه د ديمكراسي په لسيزه كي هم دا غوښتنه د ستم ملي د ډلي لخوا چي هيڅكله يي ونشول كولاي د افغانستان په سياسي ډګر كي د يوسياسي ګوند په توګه را برسيره شي، مطرح شوي. په هغه وخت كي هم ددي غوښتني ترشا پخواني شوروي اتحاد ولاړ وو او غوښتل يي په افغانستان او سيمه كي د خپلو اهدافو لاس راوړلو په خاطرد ايديالوژي په خواكي يوه بله وسيله هم ولري، او دا بله وسيله په افغانستان كي د موجود اتنيكي تربګنيو نه ګټه اخستنه وه. دخلق او پرچم د واكمني په مهال د ورونو مليتونو ترعنوان لاندي په لوي لاس قومي او ژبني تربګنيوته لمن ووهلي شوه، دا تربګني د مجاهدينو اوبيا د طالبانو د واكمني پرمهال لا پياوړي شوه، خود طالبانو د را پرځيدو اود بن دتړون نه وروسته قومي اوژبني تربګنيو ترډيره حده خپل رنګ بايلود. پخواني شوروي اتحاد ياني اوسني روسيه د نظام د كيفي بدلون له امله د يو بحران د دوري له تيرولو وروسته اوس بياغواړي خپل استعماري اغيزوته په سيمه كي پراختيا وركړي، په افغانستان كي روسيه اوس د ايديالوژي وسله په لاس كي نلري نو په همد ي خاطر غواړي په افغانستان كي د ژبني اوقومي تربګنيونه ديوي سياسي وسيلي په توګه ګټه واخلي. د كنګره ملي ګوند مشر لطيف پدرام او ځيني نوروغړويي چي له پخوا نه د پخواني شوروي اتحاد سره اړيكي درلودي دادي يوځل بيا د فدراليزم دمسئلي په پورته كولو كولوژبني او قومي تربګنيو ته لمن وهي، پخپله پدرام هم په دي پوهيږي چي د فدراليزم غوښتنه په افغانستان كي يوه ناشوني غوښتنه ده، د فدراليزم د غوښتني پورته كول يواځي قومي تربګنيو ته لمن وهل او بي ګټي تمرين دي، نو ددي غوښتني شاته بل هدف دي اوهغه روسيي ته په افغانستان كي د لاسوهني زمينه برابرول دي. د افغانستان د اساسي قانون لويي جرګي، د ولسمشري او اوس د ملي شوري ټولټاكنو وښوده چي د فدراليزم غوښتنه څومره رښتيني ده او څومره منونكي لري، د كنګري ملي ګوند په ملي شوري كي حتي يوه څوكي هم ترلاسه نكړه، چي داپخپله د فدراليزم د غوښتي پوچوالي په ډاګه كوي نو ضرورت نه ليدل كيږي چي د فدراليزم په هكله څه ووايم، په دي هكله همدومره بس ده چي فدراليزم نه په افغانستان كي شوني دي اونه يي د افغانستان خلك مني، البته نن غواړم د د ډيورنډ د كرښي په هكله د كنګري د موقف په هكله يو څه ووايم. لطيف پدرام او دده په شان يوڅو نورو كانديدانو د ولسمشري په ټولټاكنو كي هم د ډيورنډ كرښي د لانجي د حل غوښتنه كړي وه، د ډيورنډ د كرښي د لانجي د حل نه ددوي مطلب دا ندي جي ګواكي د افغانستان نه بيلي شوي سيمي دي بيرته افغانستان ته وسپارل شي، بلكي دوي غواړي افغانستان نور خپلي دي غوښتني نه تير شي او د ډيورنډ كرښه د افغانستان اوپاكستان د نړيوالي پولي په توګه په رسميت وپيژندل شي. اوس يوځل بيا لطيف پدرام د د كنګره ملي په نوم يو كاغذ كي د ډيورنډ د كرښي په هكله يوه مركه لري، په دي مركه كي پدرام په غوڅه توګه د دي ستري ملي داعيي سره خپل مخالفت ښودلي، په مركه كي پدرام وايي: ""پرويز مشرف رئيس جمهوري پاكستان در جريان ديدارش با وزير امور خارجه امريكا گفته بود كه براي جلوگيري از رفت و آمد تروريست ها ميخواهد مانع يا ديوار امنيتي ميان افغانستان وپاكستان ايجاد كند، آقاي كرزي به صراحت با پرويز مشرف مخالفت كرد­ _ يعني كه نه! قبول نداريم. آقاي كرزي دليلي ارايه نكرد كه از نظر حقوق بين المللي قابل استناد باشد آقاي كرزي خطر جدايي قبايل افغان ( پشتون) را عنوان كرد، اظهار كرزي بيانگر تمايل قومي توام باتعصب بود."" پدرام د خپلي مركي په بل ځاي كي وايي: ""به هرحال معاهده امضا شده است بدون قيد زمان اين خط ( خط ديورند) از پامير تاكوه ملك سياه كشيده شده و از نظر حقوقي اشكال ندارد. اگر خيانتي صورت گرفته مسئوليت آن به عهده اميرعبدالرحمن خان است.به نظر من اين خط اواين ماجرا كاري است پايان يافته. تا جايي كه معلوم است دولت افغانستان سندي و دليلي براي بطلان آن در اختيار ندارد، هياهوي بسيار بر سر هيچ است."" پدرام دلته د خپلو ژبني او قومي تعصبونو له مخي د افغانستان ديوي ډيري ستري ملي داعيي نه انكار او هغه سر ه مخالفت كوي، چي په دي توګه پدارم يو ځل بيا د افغانستان يو والي، وحدت او ملي ګټو سره خپله دښمني په ډاګه كوي. پدرام چي په همدي مركه كي د برلين خط او د اسرائيل او فلسطين ترمنځ د امنيتي ديوال د جوړولو سره مخالفت كوي، د قومي اوژبني تعصب له مخي د هغه ناروا كرښي نه چي استعمار پري افغانستان په دوه برخو ويشلي ملاتړكوي. دلته غواړم پو څو ټكي پدرام ته ور په يادكړم. د ډيورنډ كرښي په هكله د ښاغلي كرزي موقف يو ډيرڅرګند، روښانه او د افغانستان د ملي ګټو سره سم يو موقف دي، د يوزر او يو نورو دلايلو په خوا كي ترټولومهم دليل دادي چي كومي سيمي چي د ډيورنډ كرښي د افغانستان نه جلا كړي هغه د افغانستان د تن يوه برخه ده او ددي سيمو بيرته افغانستان سره يوځاي كيدل دافغان ملت غوښتنه ده، نو كرزي د يو منتخب ولسمشر په توګه مكلف دي له دي ستري ملي داعيي دفاع وكړي، د افغانستان د حكومت لپاره همدومره ممكن وو، د ښاغلي كرزي موقف او همدا رنګه په دي اړه د افغاني مطبوعاتو او افغاني پيژندل شوو شخصيتونو مركو پاكستان پرخپل ځاي كښيناوه، دا افغانستان لپاره يوسياسي بري او پاكستان لپاره يو سياسي ناكامي وه، خو پدرام دلته د پرويز مشرف خوا نيولي د افغانستان موقف ناسم اود پاكستان دريځ له حقوقي پلوه سم بولي، په زړه پوري ده چي افغانستان سره دښمني پدرام اوپريزمشرف سره په يوه كرښه ودرولي. د پدرام لخوا د پاكستان د موقف نه ملاتړ څه تصادفي خبره نده، پدرام چي په شدت په ژبني اوقومي تعصبونو اخته دي ويره لري كه يو ورځ افغانستان وكولاي شي خپل داستر ملي هدف لاس ته راوړي او هغه سيمي چي برتانيوي استعمار زموږ له تن نه بيلي كړي بيرته افغانستان سره يوځاي شي، نو په افغانستان كي اوسني اتنيكي تركيب به زښت زيات توپير پيداكړي. نو بيا به پدرام اود دوي سيمه ييز او نړيوالو ملاتړو ته چورلټه ناشوني شي چي په افغانستان كي د قومي او ژبني توپيرونو نه ګټه واخلي، په همدي خاطر ده چي پدرام او ډله يي هڅه كوي افغانستان د ډيورنډ كرښه د افغانستان د نړيوالي پولي په توګه وپيژني او د كرښي د دواړو خواوو افغانانو د پيوستون مخه ونيسي. پدرام بايد په دي پوه شي چي د ډيورنډ كرښه پرته لدي چي افغانستان په دوو برخو ويشلي، دا كرښه په دي سيمه كي د استعمار د موجوديت پايله ده، او هيڅكله د كرښي دواړو خواوو افغانانو دا ويش ندي منلي، له حقوقي اړخه هم دا تړون يو مړ تړون دي، اول دا چي ددي تړون سل كاله پوره شوي او په دي سل كالو كي دا تړون نوي شوي ندي چي په دي توګه پخپله داتړون خپل قانوني اعتبار له لاسه وركوي، دا هغه حقيقت دي چي حتي ځيني پاكستاني چارواكي هم پري اعتراف كوي، دمثال په توګه د پاكستان د صوبه سرحد پخواني ګورنر په خپله يوه مركه كي مشرف ته مشوره وركړي وه چي د ډيورنډ تړون د سل كالو په تيريدو خپل قانوني اعتبار له لاسه وركړي او اوس بايد پاكستان افغانستان سره د پولي په هكله يو نوي تړون لاسليك كړي. خو پدرام افغانستان سره په دښمني كي د نوموړي پاكستاني جنرال نه هم پښه اړوي او د ډيورنډ مړ تړون اوس هم ژوندي او د اعتبار وړ بولي. بله دا چي له حقوقي اړخه هركله چي ديو تړون يويا دواړه اړخونه موجود نه وي، هغه تړون پخپله خپل قانوني اعتبار له لاسه وركوي، نو لدي امله هم دا تړون نور يو مړ او د قانوني اعتبار نه بي برخي تړون دي زه غواړم خپله دا خبره يوځل بيا تكرار كړم چي ددي تړون قانوني اړخ چي هرڅنګه وي، د كرښي دواړو خواوو افغانانو ته د منلو وړ ندي، يوه ورځ نه يوه ورځ افغانان به دا كرښه له منځه وړي لكه څنګه چي د برلين كرښه له منځه لاړه، لكه څنګه چي چين وكولاي شول خپلي له لاسه وركړي سيمي بيرته لاس ته راړوي په همدي توګه افغانستان به هم خپل دي ستر ملي هدف ته رسيږي. پدرام وغواړي كه ونه غواړي پاكستان له منځه تلونكي او هغه سيمي چي انګريزي استعمار زموږ له خاوري بيلي كړي هغه بيرته افغانستان سره يوځاي كيدونكي دي، د پاكستان وجود چي نيمايي برخه يي دافغانستان او نيمايي برخه يي دهند خاوره ده، نه افغانستان ته د منلو دي اونه هندوستان ته. د افغانستان حكومت،سياسي ګوندونه، او نور ټولنيز سازمانونه بايد په دي هكله يوه جامع ملي ستراتيژي ولري، ټولي هغه لاري چاري بايد ولټول شي چي موږ دي سترملي هدف ته نژدي كوي، ددي سيمو افغانستان سره يوځاي كيدل به په افغانستان كي موجودي قومي اوژبني ستونزي له منځه يوسي، ددي په خوا كي افغانستان به ديوداسي ګاونډي له شرنه خلاص شي چي تل د افغانستان د كمزوري كولو په فكر كي دي، په دي توګه نه يواځي افغانستان بلكي د سهيلي اسيا ټوله سيمه د هغه پوځي او امنيتي ګواښونونه وژغورل شي چي په يو بل د نه باور له امله اوس ورسره مخ دي. ", كنګره ملي !؟ او د ډيورنډ كرښه 270,,"   دولسمشر کرزي دمطبوعاتي دفتر له لورې په خپرې شوې خبر پاڼه کې راغلي چې ولسمشر د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې دیوه ښوونځي دیوه ښوونکي وژنه غندلې اوداکار یې دهیواد ددښمنانو بللی. ولسمشر دهیواد پر دښمنانو غږ کړی چې دداډول کارونو په ترسره کولو به ونشي کړای دهیواد بچي له ښوونې واړوي. ",ولسمشر په هلمند کې دوژل شوي ښونکي وژل وغندل. 271,سهار گل," طالبانو ويلي چې په کابل ښار کې پرونې چاودنه ددوی لخوا ترسره شوې. قاري يوسف چې ځان د طالبانو وياند معرفي کوي، ويلي چې دا چاودنه د يو افغان لخوا ترسره شوې او زياته کړې يې ده چې ددې پيښې په پايله کې باندنيو ځواکونو ته هم ځاني زيان رسيدلی دی. د قاري يوسف په وينا، بريد کوونکی منير احمد نوميده او د کونړ له ولايت څخه ؤ. خو امنيتي چارواکي بيا وايي چې په دې پيښه کې پرته له بريد کوونکي څخه بل څوک نه دی وژل شوی او ټپيان هم عادي لارويان ؤ. دا ځانمرګې چاودنه پرون د کابل پر وخت د ماسپښين د دوه نيمو بجو په شاوخوا کې د کابل ښار دارالامان ماڼۍ ته څيرمه رامنځته شوه او ويل کيږي چې د بريد کوونکي موخه د سوله ساتو ځواکونو موټرونه  ؤ. ",طالبانو کابل کې د پرونۍ چاودنې پړه پرغاړه واخيسته 272,," ", 273,," ", 274,علامه رشاد اكاډيمي,"     دارواښادسليمى صاحب دناڅاپي مړينى په اړه دعلامه رشاد اكاډيمۍ دخواخوږۍ پېغام   په اخر كښى لويه خدايه دغه خواست كوم له تا            ” سليمى” چي داسي كېږي تى لا اوس كړې نيمه خوا  په ډېري خواشيني سره مو واورېدل چي دهېواد او سيمي دلرغونو آثارو سره يو خواخوږى اوليوال او پر ادب مين عبدالحليم سليمى تيره ورځ په يوه ترافيكي پېښه كي له دې نړۍ څخه دفنا پر لوري كډه وكړه. په اوسنى ليكوال دريم ټوك ۱۴۷۲ مخ كي راغلي : ” … په شخصي ژوند كي ښاغلى سليمى احساساتى كارونه كوي ، لږ عاقيبت ته ملتفت وي ، دسبا غم ورسره نه سته هر وخت يې ډېري پيسې پيداكړي خو هيڅ نه وي ورپاته سوي . سليمى دشوق او ذوق په كارونو كښي دمستظرفه صنايعواو تاريخي آثارو سره مينه لرى ، دكتاب او كتابخانو هم ډېر شوقمند دى … ”                                              دعلامه رشاد اكاډيمي ارواښاد سليمي صاحب ته په دعا سره ددوى كورنۍ ته خواخوږي څرګندوي .                                                                                              انالله وانااليه راجعون   ارواښادعلامه رشادبابا او ارواښادعبدالحليم سليمي   د بېنوا فرهنګي ټولني مشر عبدالاحمدمحمديار ، ارواښاد عبدالحليم سليمي ، ميرويس حبيبي ، او شېرشا رشاد ( دعلامه رشادبابا لومړۍ تلين غونډه کندهار)                                                                                                      ",دعلامه رشاد اكاډيمۍ دخواخوږۍ پېغام 275,,"   نن یوې خبري غونډې ته په افغانستان کې دنړیوال بانک مشر جین میزاریل وویل چې نړیوال بانک وروسته له هغه چې دافغانستان په ٢٤ کلیو کې دکلیو دپراختیا وزارت دملي پیوستون پروگرام لاندې، دکارونو تر کتنې وروسته ددغه پروگرام څخه خوښي څرگندوي اودخپلو کارونو دلاښه بیولو کې دکلیو دپراختیا وزارت ستايي. نوموړی دغه راز وایي چې د ملي پیوستون له پروگرام سره یې تر دې مهاله ٢٣٤ میلیونه ډالره مرسته کړې چې په ١١ زرو کلیو کې پلې شوې. نوموړي داهم وویل چې لا به نورې مرستې هم له دغه پروگرام سره وکړي. دنړیوال بانک دنورو مرستو په اړه نوموړي وویل چې ٢٠٠ ملیونه ډالره وړیا مرستې نړیوال بانک دبریښنا په تولیدولو، ٧٥ ملیونه ډالره داوبولگولو پر پروژو، ١٢٠ ملیونه ډالره یې په نورو بنسټیزو کارونو کې لگولي او یا یې لگوي. نړیوال بانک له افغانستان سره دمرستندویو ټولنو څخه دی چې په گڼ شمیر پروژو کار کوي. ",نړیوال بانک دملي پیوستون کارونه ښه وبلل. 276,," ع . نورزی - هلمند دهلمنددمركزلښكرګاه ديوې ښونځى يومتعلم اويوملازم ووژل شول . نن دغرمې لس كم دولس بجې دهلمنددمركزلښكرګاه دكارته لګن دښونځى يوزده كونكی ( محمدرسول ) اويوملازم هله ووژل شول كله چي پرموټرسيكل سپوردوسلوالوورباندى بريدوكړي . دهلمند امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرحمن صابردبېنواخبريال ته وويل : چي وسلوال تښتيدلي اودمحمدرسول په نامه دنهم صنف زدكونكي اودصلاح الدين په نامه دښونځى ملازم يې وژلي دى . دپېښي په ځاى كښې عيني شاهدشاباران وويل : چي بريدكونكوسپيني بګړۍ تړلي وي چي په هواكښې ئې ډزي هم كولي اوپرموټرسيكل سپاره ول . داپېښه په داسي وخت كښې رامنځته كيږي چي دوه ورځي وړاندي ددى ولايت په نادعلي ولسوالي كښې هم دلغماني په نامه يوښوونكي ددووسلوالولخواوژل شوي وو .   ",نن د لښکرګا په يوه ښوونځي کي دوه تنه ووژل شوه 277,," ", 278,سيدحسين پاچا,"  سيدحسين پاچا له انگليستان اكسفورډ څخه  ",د نصيرالله بابر او ملامحمدعمر پام وړ 279,اکمل داوی - انګلستان," اکمل داوی - انګلستان  تا سهار وچه ډوډې او خوږې چاې په بيړه وخوړل - قلم، کتاب او کتابچه دې کڅوڼې ته واچول او زړې چوټې دې په پښو کړې  ”مورې د خداې په امان زه مکتب ته ځم! “ مورکې له پخلنځي په لوړ غږ وويل ” زويه خداې دې مل او ساتندويه سه! “   آسمان د نورو ورځو په څير تک شين وو، د لمر وړانګو د لښکرګاه ښار هغې کوڅې رڼولې چې ته پرې له خپلو همزولو سره په خندا او هيجان د کارته لګن ښوونځي ته روان وې. ته مکتب ته تلې، هغه کنډواله چې پر سپيره ډاګ يې ناسته، د يخنې احساس نه درولود – هغه بې شيشو کړکۍ – هغه بې دروازې خونه چې مخامخ ديوال يې په تور رنګ لړل سوې او ښوونکي پرې د پوهې او زده کړې کرښې باسي.   پوره نهه کاله د کارته لګن ښوونځی ستا ټاټوبی وو، پدې کنډواله کې دې نهه کاله د خداې و رسول او د انسانيت و افغانيت سبقونه زده کړي وه – ايله درې کاله نور پاتي وه، بيا دې پوهنتون ته د تلو ارمان درولود – ډاکټر کيدې او د لښکرګاه رنځمنو ماشومانو، ښځو او زړو ته دې پخپل لاس د درملنې هيله درلوده.   ظالمانو او خداې ناترسو،  ته د ډاکټر کيدو په ګناه  ونيولې – د انسانيت و پوهې په جرم يې محاکمه کړې او د ماشومتوب او بې ګناهۍ په مردکيو يې شهيد کړې. دا کوم لاس وو، کوم زړه وه او څنګه مخلوق وو چې پر تايې ماشه وچلوله؟ آيا انسان وو؟!   احمد، پښتون، مسلم او نورو همټولګيان ستا پسي اوښکې تويوي او وايې محمد رسوله مه ځه! مه ځه او موږ د وحشت، ناپوهۍ او بې وزلۍ په تيارو کې يوازې مه پريږده! پاتي سه – زموږ په زړونو او فکرونو کې او موږ ته د انسانيت او پوهې احساس راکړه! موږ د ناپوهۍ په وينو لمبېدلي ولس ته د ورور-ولۍ او مهربانۍ لاره راوښيه!   (وړانديز: اوس مهال چې د کابل پر واټونو نومونه ايښول کيږي، ښه به وي چې د محمدرسول په نامه هم کوم واټ ونوول سي او د شونتيا په صورت کې دې د لښکرګاه د کارته لګن ښوونځې هم د محمد رسول په نامه ونومول سي. که له دغه وړانديز سره موافقه ياست نو لطفا بينوا ته يو-دوې کرښې وليکې. په مينه ( اکمل)      مېرخېل وردګ- ناروې په رښتيا چي د ځوانيمرګ محمد رسول د شهادت خبر يو  دردونکۍ خبر دۍ، په حق چي تر اوسه ډير بې فرهنګه او خدای ناترسه انسانان (ځناور) زمونږ په منځ کښي شته دي او په لوی لاس د علم  ډيوې وژني . زه ستا د نظر سره سل په سله همږغی يم هرو مرو يو روډ او هماغه ښونځی د شهيد محمد رسول په نامه ويادول شی، او د ښاغليو چارواکو نه هيله من يم چی ستا دغه په ځای نظر ته درناوی وکړي او له بلي خوا د شهيد سپځلی نوم تل پاتی شي .د ده ارواح د ښاده وي او د د ټولي کورنۍ ته د لوی او بخښونکي رب ج نه د زړه صبر غواړم٠ ستاسي له نيک او په ځای نظر نه هم ډيره مننه  بابوزی _ هالنډ ځواني مرګه محمد رسول جانه ! زما نوم هم ستا د نوم په شان دۍ ، ستا د قاتلينو د توپک مرمۍ مي پر خپل سينه احساس کړه ،وژړيدم او قاتيلانو ته مي همدا څوخبري پر خوله راغلي او په بيا بيا مي ويل چي : قاتله لعنت پر تا، تا څوک وواژه ؟ تا پر چا خپل د توپک خوله خلاصه کړه ؟ ته زما د دې بهيدلو سرو وينو څخه چي د تنکۍ ځوانۍ ويني دي ، خپل امارت ګټلای سې ؟ تا څه وکړل ، ما ته خو لا د ماشومتوب ډيري مستۍ پاته وې ، هغه مي پوره نه کړي تا د کوم چلتار والا او کوم تورمخي د خوشاله کولو لپاره زما تنکۍ ځواني نيمه خوا کړه ، او ته پوهيږې تا څه وکړل ؟ هو تا زه يوازي د خپل پلار مور او زما د کورنۍ څخه بيل کړم ، اوستا ډزو زه تور خاورو ته وليږلم ، زه هلته يوازي يم ، پلار مي نشته ، مور مي نشته او د ټولګۍ همزلي مي نشته ، د او ولي ؟ زما قاتله ته يې واوره چي زه به هر وخت همدا وايم چي ولي ؟ ولي ؟ او ولي ؟ ",د ځوانيمرګ زده کوونکي محمد رسول په وير کې 280,صالح محمد صالح," صالح محمد صالح ”د کوکنارو کرنه- قاچاق او دودېدنه د افغانستان لپاره يو ستر ګواښ ګڼل كېږي، چې دغه هېواد ته يې په ملي او نړيواله كچه ګوزار وركړى دى“. دا خبره نن د هر چارواكي له خولې څخه اورو، چې نړيوال ملاتړ يې هم ورسره بدرګه كوي. له همدې كبله د نړۍ زيات هېوادونه په دې باور دي چې افغانستان د نړۍ په كچه د مخدره توكو په توليد او قاچاق كې لومړى مقام لري. امريكا اعلان كړى، چې ۷۸۰ مليون ډالره به د دغو توكو د له منځه وړلو لپاره بېلوي، دغه راز د انګلستان دولت هم د يوه اووه كلن پروګرام لپاره اووه مليونه ډالره په پام كې نيولي، چې د كوكنارو د له منځه وړلو پر لار به يې لګوي. دا چې دغه پانګه به وكړاى شي، چې د دې كر مخه ونيسي، دا بېله موضوع ده، خو پر دې خبرې تر غور وړاندې به ځينې هغه فكټورونه راوسپړو، چې دومره پام نه ورته كېږي او د چا خبره زيات كسان په دې اړخ كې له مړې ګېډې خبرې كوي. پر دې خبره خو په واشنګټن كې د افغانستان لپاره د سوله ساتو پوځونو پخوانى رئيس هم اقرار كوي، چې: ”افغانانو ته دا ستونزمنه ده، چې د مخدره توكو پرضد دې مبارزه پيل كړي، ځكه دوى ته يې مادي ګټه هم د پام وړ ده.“ دغه راز په دې وروستيو كې د افغانستان د عالمانو شورا هم اعلان وكړ، چې د كوكنارو د مخنيوي لپاره په كار ده، چې اوچت ګامونه اوچت شي او نړيوال هم بايد په دې برخه كې افغانستان هېر نه كړي، د دې تر څنګ كله چې د افغانستان لومړني منتخب ولسمشر د لوړې مراسم ترسره كول، نو تر دې مراسمو وروسته ورځو كې يې د وينا عمده موضوع د كوكنارو د كر، قاچاق او دودېدنې د بنديز مسئله وه. د ۲۰۰۴م كال د نومبر پر ۲۳مه نېټه مې د بي بي سي راډيو په ماښامنۍ خپرونه كې د ښاغلو: انورالحق احدي، نصرالله ستانكزي او مياګل اروال هغه ګردى مېز واورېد، چې ښاغلي داود جنبش يې كوربه توب پر غاړه درلود، د دې ګردي مېز موضوع هم د همدغه نشه يي توكو د له منځه وړلو په باب وه. ښاغلي احدي د يوې پوښتنې په ځواب كې وويل: ”دا ستونزمنه ده، چې موږ درې تنه دې په يو څو دقيقو كې دغو كروندګرو ته داسې لاره په ګوته كړو، چې هغه دې په بشپړه توګه سمه، معقوله او جامع وي، له دې كبله بايد اوږدمهالى پروګرام په پام كې ونيول شي، چې وكړاى شي ژور اغېز ولري او د ډېر وخت لپاره كار وركړي“.  ښاغلي مياګل اروال هم د جلال اباد د زياتو اوسېدونكو د خبرو په تاييد وويل: ”خلك د مجبوريت له كبله كوكنار كري، زيات كروندګر غوښتنه لري چې د اوبو بندونه دې ورته جوړ شي، لويې ويالې دې ورته وغزول شي او د اوبو اسانتياوې دې ورته برابرې شي، چې دغه كار به په خپله د كوكنارو د كركيلي مخه ونيسي“. دغه راز ښـاغلي نصرالله ستانكزي هم ښو ټكو ته اشاره وكړه، چې په اقتصادي لحاظ يې د دې كار زيانونه په ګوته كړل او داسې نور... كوكنارو د افغانستان لپاره عمده ستونزه ده، خو داسې هم نه ده چې دا ستونزه دې دومره لويه وي، چې د حل يوه لار هم ونه لري. تر هرڅه وړاندې خو بايد هغه لاسونه لنډ كړاى شي، چې دغه توكي په ګرانه بيه رانيسي او ان چې اسيايي، اروپايي او نورو خليجي هېوادونو ته يې د لېږدونې او هورې د پلورنې او ماركېټ ځواك هم لري. لومړى بايد د نړيوال مافيا هغه ريښې وچې او غوڅې كړاى شي، چې د دولت په جوړښت كې عمده ځاى لري. لكه سيمه ييز قوماندانان او ځينې چارواكي، چې له يوې خوا د مخدره توكو د له منځه وړلو شعارونه وركوي، له بلې خوا په خپله عملا د دغو توكو په كرنه، لېږدونه او دودونه كې لوى لاس لري. البته نړيوال مطبوعات دغه اړخ ته زياته پاملرنه كوي او تل يې پر دې ټينګار هم دى، چې په خپله دولت هم دا مني او هر مهال ټينګار كوي، چې د دغو توكو په توليد او قاچاق كې د دغو كسانو لاس شته. د فرانسپرس اژانس په حواله: ”د انګلستان حكومت ژمنه كړې، چې اته اعشاريه درې مليونه ډالره به د يوې دوه كلنې پروژې په ترڅ كې د خوراك نړيوال سازمان ته سپاري، چې په افغانستان كې د كوكنارو د كر مخه ونيسي.“ خو بيا هم د مخدره توكو پرضد د مبارزې د ادارې مشر ميرويس ياسيني ټينګار كوي، چې د اروپايي ټولنې، امريكا او انګلستان اوسنۍ مرستې ډېرې لږې دي، بايد چې په دې برخه كې نورې مادي مرستې هم وشي، د دې تر څنګ كه بل پلو وګورو، دا مادي او مالي مرستې له څو كلونو راهيسې راروانې دي، بيا يې هم كوم درد نه دى دوا كړى، د دې پرځاى چې دغه مرستې كوم ځاى ونيسي، د دې كښت كچه يې زياته كړې هم ده، البته دې موضوع ته لږ وروسته راځو. څو كاله وړاندې وپتېيل شوه چې د كوكنارو د مخنيوي لپاره دې كروندګرو ته د يوه جريب ځمكې پر سر درې نيم سوه ډالره وركول كېږي، چې دا پيسې وروسته كمې ”پنځوس ډالره“ شوې، ان چې په زياتو سيمو كې دغو كروندګرو ته پر يوه جريب ځمكه پنځوس ډالره هم ورنه كړل شول. په ګڼ شمېر ولايتونو كې خو كروندګرو لاريونونه وكړل او غوښتنه يې كوله، چې دغه پيسې دې زياتې شي، كه نه زياتېږي، لږ تر لږه خو دې انصاف په پام كې ونيول شي، ځكه چې پيسې د زورواكو او ټوپكوالو جېبونو ته لاړې، يو كروندګر هم پرې ښاد نه شو. لس سلنې (فيصده) مثبته پايله يې هم ورنه كړه، چې اوس دا دى د څو كلونو په تېرېدو سره يې بيا هم مثبتې اغېزې او وړ پايلې نه ښكاري. د تېر لمريز كال د تلې مياشتې په وروستيو كې نيويارك ټايمز هم په افغانستان كې د كوكنارو د زياتېدو په اړه يوه څېړنه خپره كړې، چې ګواكې: ”په ۲۰۰۴م كال د افغانستان د كوكنارو كچې بېسارې بڼه درلوده، چې په تاريخ كې يې بېلګه نه ده ليدل شوې او افغانستان په دې برخه كې تر كولمبيا هم مخكې شوى دى. چې پړه يې پر ولسمشر او د بهرنيو انجوګانو پر نيمګړي كاري سيسټم وراچوي.“ په هغو شمېرو او اټكلونو كې چې په ځينو خپرونو كې راغلي او د انټرنټ د ځينو پاڼو په حواله: په ۲۰۰۴ م كال د افغانستان په ۳۲۱۲۶۳ هكټار ځمكه كې كوكنار كول شوي وو، چې په دغه كال كې يې حاصل ۴۲۰۰ ټنو ته ورسېد، له قاچاق څخه يې لاسته راغلې پيسې دوه اعشاريه اته مليارده ډالره اټكل شوي دي، چې په ۲۰۰۳م كال كې افغانستان ۳۶۰۰ ټنه ترياك توليد كړل او دا په ټوله نړۍ كې بې كچه توليد و، چې بل هېواد په دومره څومره والي كوكنار نه وو توليد كړي. ميرويس ياسيني يادونه كوي چې د ۲۰۰۰ م كال په پرتله د كوكنارو په كر كې، په سلو كې ۶۴ زياتوالى راغلى دى. خو بلې غاړې ته بيا د پاريس سهارنۍ ورځپاڼه ليبراسيون په خپله يوه سرليكنه كې كاږي: ”...په داسې حال كې چې ۱۵۰۰۰ امريكايي سرتېري او د ناټو نظاميان د افغان دولت ملاتړ كوي، بيا هم د دوى د لګښتونو نيمايي د كوكنارو له كښت څخه لاسته راځي.“ اړوندو ادارو په ۲۰۰۰ م كال كې اعلان وكړ، چې افغانستان د نړۍ لپاره يو ستر ګواښ دى، چې مخدره توكو يې ټوله نړۍ نيولې ده. په هغه كال كې يې ۲۰۰۰ ټنه كوكنار توليد كړي وو، خو اوس ګورو چې د دغه توليد كچه څوچنده زياته شوې، يانې افغانستان د ۲۰۰۰ م كال په پرتله نړۍ ته ۶۴ سلنې زيات ګواښ پېښ كړى، حال دا چې په وروستيو درېيو كلونو كې بايد دغه كښت ډېر راټيټ شوى واى او اړوندو ارګانونو هم بايد اغېزناك كارونه كولاى، ځكه چې اوس خو يې په خلاص مټ د نړيوالو ټولنو ملاتړ هم درلود او هغه خنډونه هم پر لار ورته نه وو پراته، چې پخوا يې يادونه كېدله. اوس خو پر ټول هېواد يو مركزي حكومت واكمن و، د جګپوړو چارواكو په وينا يوه واحده اداره هم موجوده وه، نو بيا دغه كرنه ولې دومره زياته شوې ده؟  نو چې داسې ده، كېدى شي په ۲۰۰۵ م كال كې دا كچه نوره هم لوړه شي او د هر كال په تېرېدو سره دا سلنه (فيصدي) نوره هم اوچته شي، چې په پاى كې به دا هېواد د دغو توكو د توليد او قاچاق لومړنى مركز شي. ملګرو ملتونو په خپل يوه رپوټ كې څرګنده كړې چې په ۲۰۰۴ م كال كې د كوكنارو كرنه، په بې كچه توګه زياته شوې، چې د ټولې نړۍ ۸۷% جوړوي، دغه رپوټ وړاندې زياتوي: ”اوس مهال د كوكنارو له كر څخه كلنى عايد درې مليارده ډالر كېږي، چې د افغانستان د تجارت عمده برخه جوړوي.“ يوه انټرنټ پاڼه د اروپا په سلو كې ۷۵ ترياك او په سلو كې ۹۰ هيرويين د افغانستان ګڼي.  زيات مهال په نړيوالو رپوټونو كې اورو، يا هم په ځينو خپرونو كې لولو چې د دې كركيلي د زياتېدو او پراخېدو يوه وجه په دې قاچاق او سوداګرۍ كې د ټوپكوالو لاس لرل دي، چې خپلې ګټې په كې پالي او دوى له دې لارې تغذيه كېږي، ان چې په زياتو سيمو كې كروندګرو ته د كوكنارو تر كر وړاندې پيسې وركول كېږي او ورته وايي چې د كال په پاى كې بايد په همدې كچه كوكنار ورته برابر كړي. نو كه كروندګر په هماغه كچه كوكنار راټول نه كړاى شي، اړ دى چې هماغه پيسې بېرته ورپوره كړي او يا هم كوكنار ورته پيدا كړي، چې دا د اوسنۍ پېړۍ يوه بله غميزه ده، ځكه چې دا د يوې بلې تېرايستونكې معاملې يوه داسې بڼه ده، چې اصلي ګټه يې د بل چا ده او خواري يې بل څوك ګالي. ستره ستونزه دا ده چې نن قاچاق وړونكي هم نارې وهي، چې كوكنار د افغانستان لپاره يوه ستونزه ده او بايد چې مخه يې ونيول شوي، هغه كس چې دا بوټى كري، هغه هم همدا چيغې وهي. چې څوك اوس دا تفكيك هم نه شي كولاى او كه يې كولاى شي څه ويلاى نه شي، ځكه اكثره عناصر چې كوكنار كري او بهر ته يې د لېږدونې وړتيا او ځواك لري، دا توان هم لري چې د وسلو په زور خلك او مطبوعاتي وګواښي، چې نړيوالو رپوټونو هم د ځينو جګپوړو چارواكو خپلوان او دوستان په دې قاچاق كې ښكېل بللي چې دا ليست خپور شوى دى.  په دې خبره نړيوال هم په يوه خوله دي، چې د كوكنارو له كر څخه لاسته راغلې پيسې كروندګرو ته نه رسېږي، ان چې په سلو كې ۱۰ ګټه يې هم جېب ته نه ورلوېږي. اصلي ګټه يې د نړيوال مافيا او هغو ډلو ټپلو ده، چې شل چنده ګټه ځنې اخلي او دغه كوكنار يا هم لاسته راغلي اپين د نړۍ په ګوټ_ ګوټ كې بازارونو ته رسوي. نو چې دغه مافيا دومره قوت او پراختيا لري، ولې يې د له منځه وړلو هڅې نه كېږي، ولې د كوكنارو تقاضا له منځه نه وړل كېږي، چې يوازې د عرضې مخه نيول كېږي، دغه پانګه چې د كوكنارو د كركيلي د بنديز لپاره بېلېږي، څوك څومره ډاډ لري چې ټولې يې پر مشروع لار لګېدلي او رښتيا هم يوه مثبته پايله يې وركړې ده. سمه ده، په زياتو سيمو كې د الوتكو په مرسته پر كروندو داسې دارو شيندل شوي، چې د كوكنارو بوټي له منځه وړي، دا داسې دارو دي، چې كروندګر كله كوكنار اوبه كوي، بوټي يې وچېږي او پاڼې يې هم ناڅاپه رژېږي، كه څوك دا موضوع په حقوقي لحاظ وڅېړي، يوڅه د غور وړ ده، ځكه په همدغو اكثرو سيمو كې دغو داروګانو پر تازه مېوو اوان چې حيواناتو هم ناوړه اغېزې كړي، چې دا يو بې ګټې كار دى، ځكه جانبي زيان هم لري، چې ټول يې همدغه بېوس او كموس كروندګر ته متوجه دى. د حيرانۍ وړ خبره ده، نړيوالې ټولنې او د كوكنارو مخالفې موسسې هر مهال شعارونه وركوي، چې د كوكنارو پرځاى بايد غنم، نور حبوبات او غلې وكرل شي، خو په زياتو سيمو كې كه كروندګر دغه توكي كري او د پلورنې لپاره يې بازار ته وړاندې كوي، هغه شوي مصارف يې هم نه پوره كوي، چې ښه بېلګه يې په هرات ولايت كې د تېر كال بهير دى، چې غنم په نيمه بيه پلورل كېدل او كروندګرو خپل غږ تر نړيوالو هم ورساوه، خو چا پرې غوږ ونه ګراوه، ليدل كېږي، چې زياتو انجوګانو به له بهر څخه په ډېره لوړه بيه غنم راواردول، يا هم تېر كال په غزني ولايت كې خلكو كچالو (پټاټې) زياتې وكرلې، خو بازار ته دومره عرضه شوې، چې اخر چا من په لسو افغانيو هم نه رانيولې، ان زياتو خلكو خو خپلې پټاټې غويانو او نورو څارويو ته وركړې، چې څو چنده تاوان يې وګاله. نړيوالې ټولنې كه د كوكنارو بندېدل غواړي، د نورو توكو لپاره دې د بازار او ماركېټ زمينه برابره كړي، كروندګر به اړ نه وي، چې له مافيا څخه د كوكنارو پيسې مخكې له مخكې واخلي. دا په خپله زباتوي چې د دغو انجوګانو او ټولنو پلان لنډمهالى او بېړنى دى، چې يوازې د اوس لپاره ورباندې غور او فكر شو، له دې كبله يې ګټه هم دومره زياته نه ده، چې مثبتې اغېزې يې تر ډېره پاتې وې. دغه ټولنې دې غور وكړي، كه نن دغه ټول كروندګر د كوكنارو له كر څخه لاس واخلي، څه به كري؟ ايا كه نور توكي وكري، نو همداسې تاوانونه به پرځان وړي؟ زيات كارپوهان خو د طالبانو د حكومت وروستي كلونه د بېلګي په توګه يادوي، چې پر كوكنارو يې بنديز ولګاوه، نو په هماغو نژدې مياشتو كې د دوى تر ولكې لاندې ټولو سيمو كې د كوكنارو كركيله تر ډېره راټيټه شوه او هېچا هم جرئت نه كاوه، چې دغه بوټى وكري. خو كه داسې يو فرمان هم صادر شي، كېدى شي زيات خلك دا ووايي چې د كروندګرو مجبوريت ته پام ونه شو، يا هم حكومت يوازې خپل ضرورت په پام كې نيسي او د مړې ګېډې خبرې كوي، بيا هم كه هماغو عمده ټكو ته پام وشي، تر ډېره حده كېدى شي چې د كوكنارو د كركيلي كچه راټيټه شي. د ناڅاپي بنديز هيله خو يې ځكه نه شو كولاى، چې اوسنيو شرايطو او امكاناتو ته په پام سره دا كار دومره شونى نه دى، په تدريجي ډول يې د ګراف راټيټونه امكان لري، خو چې د يوه منظم پلان او ستراتيژۍ له مخې كار وشي.   اكثريت ولايتونه د بندونو جوړونې ته اړتيا لري، چې د زياتو كروندګرو او ځايي اوسېدونكو غوښتنه هم همدا ده. كه دغه اړخ ته پام وشو، زياتې شاړې ځمكې به سمسورې شي، كروندګر به هم له زياتو مجبوريتونو او خواريو خلاصون ومومي، چې دا كار به د بيارغونې او ابادۍ پر بهير ډېر مثبت اغېز وكړي.  د كوكنارو د كركيلي پرځاى دې تقاضا له منځه يووړل شي، د هغو مافيايي ډلو لاسونه دې لنډ كړاى شي، چې دا توكي په لوړه بيه رانيسي. دغه كار به په خپله د دغه كښت ريښې وچې كړي.   نړيوال چې د دغه كركيلي له بنديز سره ډېره لېوالتيا ښيي او په دې برخه كې له هر ډول پرمخيون سره مينه څرګندوي، نو كه هر اقدام ويني، دوى يې د پراختيا او غوره پايلې لپاره مټې رانغاړي. كه څوك په دې برخه كې كوم فلم جوړوي، دوى ښه فنډ وركوي، كه ځينې خپرونې ورته ځانګړې شوي، نو همدغو انجوګانو ډبلې پيسې وركړې دي. يا هم كه د كروندګرو كوكنار اړول شوي، نو پر هر جريب ورته ځانګړې اندازه پيسې بېلې شوي، خو هغو كروندګرو چې په خپله خوښه يې د كوكنارو پرځاى نور توكي كرلي، يا هم ځينو سيمه ييزو شوراګانو پر دغه كښت بنديز لګولى، له هغوى سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې، يا هم نه دي هڅول شوي.  د ساري په توګه، د هلمند، كونړ او جلال اباد په زياتو سيمو كې ځينو ولسواليو پرېكړه كړې چې نور به كوكنار نه كري، نه به هم نورو كروندګرو ته اجازه وركړي، چې دغې كرنې ته دوام وركړي. كه چېرې د دغو كسانو اقدام او دغه هڅه په خپرونو كې منعكسه شوې واى او د دغو كسانو تجربې نورو ته لېږدول كېداى، ښايي په زياتو نورو سيمو كې هم خلك هڅېدلاى، چې دا توكي ونه كري او دا به يو اغېزناك اقدام واى.  په هر صورت، نړيوالې مرستندويې ادارې بايد اوږدمهالي پروګرامونه په پام كې ونيسي، خو خپل كارونه دې يوازې په دې نه محدودوي، چې پانګه واخلي او خپل كاري پرسونل دې زيات كړي او عملي كار يې يوازې په دې پورې محدود وي، چې تش غونډې، سيمينارونه او وركشاپونه راوبولي، يا هم يوازې خپلې چاپي خپرونې زياتې كړي. د موضوع پر ژورو اړخونو دې پام وكړي، چې دغه كرنه، له بېخه وركه كړي. په مقابل كې دې نورو كرنيزو محصولاتو ته بازارموندنه وشي، چې وكړاى شي، دغه كروندګر په مالي برخه كې تقويه كړي. ",كوكنار،افغانستان او د نړيوالو اقتصادي پلانونه 281,عبدالله شاه ژوندون,"                      غز  ل   څومره سپوږمۍ باند ي د لمر نظرو ي هومره زما په خپــل دلبــر نظر وي دا چې اسما ن ورباند ې ښکولئ ښکاري په هر يو ه ستور ي د سحر نظر وي ما يې په غاړه خپل ژوندو ن لېدلئ ځکه هميش مې په گودر نظر و ي چې مو د ميني ژوند ته سا ورکو ي خود به زموږ په ماز د يگر نظر و ي دا زموږ زړو نه يې طا قت نه لر ې د ښکو لو څو مره جادوگر نظرو ي                                                   ژوندو ن قره با غ ",غزل 282,,"   دافغانستان دژورنالستانو دخپلواکې ټولنې له اړخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره شپه په مزارشریف کې ددولتي تلویزیون خبریال فهیم احسان په ناپیژندلي توگه وژل شوی. دافغانستان دژورنالستانو دټولنې مشر رحیم الله سمندر ویلي چې خبریال فهیم پدغه تلویزیون کې یو پروگرام چې زیاتره به یې نیوکې په سیمیزو مشرانو کولې چلاوه. او ددغه پروگرام په چلول لا له پخوا تهدید شوی او ان وهل شوی هم وه. خبرپاڼه کاږي نور مالومات به راټولوي او کورنۍ یې له څرگندونو څخه دویرې له کبله څه نه وايي. تر دې وړاندې څو ځله له خبریالانو سره داډول چلند شوی. ",مزارشریف کې یو افغان ژورنالست وژل شوی. 283,,"   دزابل ولایت امنیتي چارواکو ویلي چې تیره شپه طالب جنگیالیو دکابل کندهار په لویه لاره دزابل ولایت دشاجوی په ولسوالۍ کې په یوې امنیتي پوستې حمله کړې چې درې امنیتي سرتیري یې وژلي او یو تن بل امنیتي سرتیری يې لادرکه کړی. طالب جنگیالي امنیتي سرتیرو ته اړول شوې ژوبله زیاته گڼي او دیوه طالب جنگیالي دوژل کیدو خبر هم ورکوي. ویل کيږي چې دې جگړې پوره یو ساعت دوام درلود. زابل هغه ولایت دی امنیتي وضعیت پکې دطالب جنگیالیو دشتون له امله خراب گڼل کیږي. ",په زابل کې درې امنیتي سرتیري طالبانو وژلي. 284,خپلواکي فرهنګي مرکز," په مزارشریف کې د افغاني ژورنالیست ارواښاد فهیم احسان د ترور له امله د ( خپلواکۍ ) د خپرونې دخواخوږۍ پیغام   ډنمارک   ۱۸/۱۲/۲۰۰۵   په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې په مزارشریف کې د افغانستان د راډیو – تلویزیون سیمه ایز ژورنالیست فهیم احسان پر ټولنه باندېد مسلطو مافیایي  ټوپکوالو لخواد لیندۍ د میاشتې پر شپږ ویشتمه نېټه   ووژل شو  او په دې توګه د شهادت لوړه مرتبه یې ترلاسه کړه ( لوی خدای دې ښه جنتونه ور په برخه کړي )   فهیم احسان چې د ټلویزیون یو شمېر غوره خپرونې او له هغې جملې پر چارواکو د نیوکو یوه په زړه پورې خپرونه یې چلوله  د خپل رښتیني ژورنالیزم قرباني شو .ارواښاد فهیم فکر کاوه چې ګواکې په افغانستان کې د اعلان شوې خو ورکې دموکراسۍ  تر سیوری لاندې د وینا او بیان خپلواکي شته ، خبریال فهیم  فکر کاوه چې ټولنه د خدمتګارو، هېوادپالونکو او رښتینو چارواکو په لاس کې ده نو ځکه یې خپلې خبرې په زغرده کولې ، فهیم فکر کاوه چې نور نو د کرزي دولت د بشر د حقوقو او د افغان د سر د ساتلو پیاوړي امنیتي  واک دی ، فهیم احسان فکر کاوه چې د مطبوعاتود خپلواکۍ( تش په نامه )  او د ژورنالیستانو د قانوني خپلواکۍ پلوشې د افغان ژورنالیستانو د ژوند او کار پر ټولو اړخونو خپلې لورینې خپرې کړي ، خو له بده مرغه داسې نده .نن په افغانستان کې تر بل هر چا زیات ژورنالیست او ژورنالیزم تر ګواښ لاندی دی .د بیان او لیکلو خپلواکي په افغانستان کې ځکه نشته چې هلته سیتم نشته ، هلته واحده اداره نشته ، هلته واکدار او چارواکی ندی څرګند ، هلته راډیو – ټلویزیون او مطبوعات باید د دوو مسلطو عناصرویانې  له یوې خوا د کمزوري دولت او له بلې خوا د زورورو مافیایي تنظیمي توپکوالوسره تړاو او رابطه وساتي ، کنه  نو نه به کوم ژورنالیست وی او نه به هم کوم ژورنالیزم .  خبریال فهیم  لا  د  پخوا هم په دغې رښتینولۍ ډبل شوی و .دغه خبره د افغانستان د ژورنالیستانو د خپلواکې ټولنې مشر ښاغلي رحیم الله سمندر هم په خپل مطبوعاتي بیان کې کړې  او دا یې هم ویلي چې ارواښاد فهیم د وهل کېدو ترڅنګ  تهدید شوی هم و.او دا دی د قلم او وینا دښمنان په دې بریالي شول چې د یو ځوان ژورنالیست  ژوند ختم کړي .   موږ په داسې حال کې چې ارواښاد فهیم احسان ته د لوی خدای له دربار نه د مغفرت غوښتنه کو ، په دې توګه د ارواښاد له کورنۍ او د افغاني ژورنالیستانو له ټولنې سره خپله غمشریکي څرګندوو  او نه یوازې له ښاغلي کرزي څخه بلکې د نړېوال بشري حقوقو له مدافعانو نه هم په کلکه هیله لرو چې د خپلو موخو د اثبات لپاره  د نوموړي قاتلان ژر څرګند او د خپلو اعمالو په سزا ورشوي . په افغانستان کې رښنینی ژورنالیزم ته مخه نه ورکول کیږي افغاني رښتیني ژورنالیستان هر چېرې د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي په افغانستان کې د رښتیني او زړور ژورنالیزم په هیله   په درنښت د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز په استازیتوب یوسف هېواددوست ",د خپلواکۍ دفرهنګي مرکز د خواخوږۍ پيغام 285,شکرالله مشکور - ننګرهار,"   عزت عظمت شان او شوکت دمیني مالیدلی وحدت نفرت اوطبیعت دمیني مالیدلی   ماته دمیني دژوند راز په اثبات ورسیده کمیت کیفیت او حقیقت دمیني مالیدلی   دیر خولاوایی مینه نده په ژوندون لوبي دي مگر اصلیت او رسوخیت دمیني مالیدلی   راهبه ماته دقیامت ویره نور مه یادوه عذاب رحمت دوزخ جنت دمیني مالیدلی ",دمینی جنت 286,," ع : نورزي تيره شپه دشپې يولس بجې دزابل دشاجوې ولسوالي دحسن كارېزپه سيمه كښې هله دري تنه دلويولاروساتونكي پوليس ووژل شول كله چي نامعلومووسلوالولخواورباندى بريدوشو دلويولارودساتلودلواء قومندان محمدنبي ملاخېل لږشيبه وړاندي  دبېنواخبريال ته دټليفون پركرښه وويل : چي په جګړه كي ومخالف لوري وته هم مرګ ژوبله اوښتي يونفرئې وژل سوي اويوبل تن ئې زخمي دى .   ",دزابل په شاجوې كښې دري پوليس ووژل شول . 287,هميم جلالزى," نژدې دى عجيبه راته ليمه غوندي يو څوک خو بيا هم ليداى نه شم چې ده څه غوندې يوڅوک   له تندې هره ورځ پسې دمرګ تر پولو رسم  په خوب کې هره شپه وينم اوبه غوندې يوڅوک   چې هرڅه يې خوښېږي زه هم هغه کوم کار زما دژوند واکمن دى لکه زړه غوندې يوڅوک   دوخت شمال چې راغى بربوکۍ غوندې يې يووړو  په ټول وطن مونه لاره دغره غوندي يو څوک   ددې اتل په يون به دمرګي غېږې ته تلو تر هر يو قدم لاندې د پله غوندې يو څوک   هميم جلالزى ",غزل 288,خادم کوچى," خادم کوچی کله چې موږپه افغانستان کې دعلوموداکاډمۍپه  هڅو اوهلوځلوخبرې کووبيانوزموږپه هيوادکې دژبودودې،غوړېدنې اوپرمختګ په اړوندحکومتي اودغټانوهڅې هم بايدملګرې،همغاړې اويوځاى ورسره يادې کړو،ياکه دغه خبره په بله خواشيندلې ياده کړله شي نوعلوم به يې يوه برخه شي اکاډميک به يې بله برخه شي وګړيزې هڅې اومالي لګښت به يې بله برخه شي چې حکومتي مشران اوغټان به پکې ګډ  اوبرخه وال وګڼل شي ګواکي ددغوګډوهلوځلوپه مټ اوبرکت به زموږعلوموته کارکېږي اوداچې ددغوګډوهڅواوهلوځلوله سيوري لاندې به زموږژبه وده،غوړېدنه اوپرمختګ کوي دهرې ورځې په تېرېدوسره به اکاډميک دښېرازۍ مزلونه کوي.   دګډوکارونو په بهيرکې بايدداهم خلکوته په ډاګه اوروښانه وي چې دژبودودې،پرمختګ اوغوړېدنې په لارکې څوک اوکوم لورى کارنه کوي ياداچې په کارونوکې ټګي برګي اوخنډونه رامنځته کوي.؟؟؟   دژوندپه ډېرواړخونوکې خلک شته چې نوروګړي غولوي اوداچې وګړي غولول شوي دي ولې په نن پوهنيزه ياعلمي نړۍکې وګړي ډېرڅه لاس په لاس اونغدچغدغواړي،دنن ژونددتېرې زمانې کيسې اونکلونه نه دي نن دنړۍوګړي اړتياوې لري دهغوى منل شوې اړتياوې بايدپوره کړل شي اوکه دهغوى اړتياوې پوره نه شي خامخاخپل لاس اوپښې وهي،هلې ځلې کوي ترڅوله نوروسره دژوندپه ګړندي بهيرکې خپل ځان اوخلک ورګډکړي.   داچې په افغانستان کې دعلومواکاډمۍکوم کارونه کړي دي؟؟؟ياولې يې نه دي کړي؟؟؟ياواکمن اودوخت مشرتابه ورسره همکاري نه ده کړې؟؟؟ياله حکومت سره په ګډه ولې دغه ټولنه اواداره دخلکوغوښتنې نه شي پوره کولى؟؟؟اوکه حکومت ورسره همکاري اومرسته نه کوي ولې دغه داکاډميکوعلوموټولنه په دې کارکې پاتې راغلې ده چې له خپلوستونزوڅخه خپل خلک اوولس خبرکړي؟؟؟ياداسې خوبه هم نه وي چې دغه خلک يوازې دخپل کاروبارپه بڼه يادخپل کاروبارله پاره په دغه اداره کې ناست ولاړاوراشه درشه کوي      اودخپلوخلکولوړ،اکاډميک خدمت،چوپړاوهغه مسوليت يې هېرکړى وي چې دغه ټولنه يې دخلکوپه وړاندې لري،هرڅه چې وي خوغوټه ورکه اوخوله پرې پټه بايدنه وي.   له نېکه مرغه په دغووروستيوکلونواودافغانستان دبيارغاونې په ترڅ کې ددغې ټولنې سرپنج اوسرميران غړي دبون له اېتلاف اودمشارکتي ملي حکومت له غړوسره ډېرې نيږدې اودسلاکارۍاړيکې لري،داسې اېسول کېږي چې دبيارغاونې په بهيرکې دغې ټولنې ته ډېرڅه په لاس اوګوتوکې ورکول شوي وي،دارګ له نيږدې همکارۍاوتړاوسره سره دځينې خلکواوواليانوله خولې څخه دځانګړومرکوپه ترڅ کې اورېدل شوي دي چې هغوى هم په دغه اوسنۍدره کې دعلوموله اکاډمۍسره مالي مرستې کړې دي خودمرستواندازه نه ده څرګنده شوې اوداچې دغه واليان له کومې لارې اوکوم پنډڅخه دغه پيسې ورکوي يادکوم باج اوراج له مخې دغې اکاډمۍته دغه بسپنه ورکول کېږي،ياداچې دعلوموداکاډمۍدسلاکاروزارت واک اوځواک دومره پياوړى شوى ده چې دهيوادپه مقرريوکې ګډاولاس لري؟؟؟؟هرڅه چې وي خوزموږهيله داده چې زموږ دغه دپوهنې اوعلمي ټولنه ديوښه راتلونکي په لور چټک،پياوړي،غښتلي،ازېلي،ګړندي اومېړني ګامونه پورته اولوړکړي.الوبل.   ځينې بېلبرې،ستونزې يادهغوى په ويناپرابلمونه دي چې بايدخبرې پرې وکړو،ترڅودخپلوخلکوسرونه اوخيالونه پرې خلاس کړودافغانستان په ټول مشرتابه کې په ځانګري ډول دعلوموپه اکاډمۍکې يوه غټه ستونزه داده چې دغه ټول مشرتوب دراتلونکي کهول،کوړمې اوکول چې دوى نسل ورته وايي په روزنه کې پاتې راغلي دي،ګواکي دغوټولومشرانوپه ټولنه کې داسې ځواک اوڅوک نه دي روزلي چې په کاري ډول ددغوخلکوهڅې شنډېدلوته پاتې نه شي ترڅوروان اوپنځېدلي پړاوونه ووهي ددغوخلکوکارونه دپخوانيوحاکمانوپه ډول دي چې اوس يې درملنه له بوټواوپارمولوسره ورکه ده داځکه  چې خاکوته دبوټو دورپېژندلو،دټولنې  اوډېروخلکودروزنې،دګډکاراودکارونودپراختياوړتيايې نه درلودله.   دعلوموداکاډمۍپاړسي برخه چې دوى ورته دري وايي په دغه څه باندې نه ده بريالۍشوې چې دپخواني اوننه ني اېران له ادبياتوڅخه دري ليکنې اوادبيات په داسې ډول رابېل کړاى شي ترڅوخلکوته څرګنده شي چې دري ادبيات اوټولنه ځانګري ارزښتونه لري،ددغه کارپرځاى دغه ښاغلي دوخت داېران سياسي اومذهبي پدل اواغېززموږپه خلکواوژبه باندې راتپل غواړي اوداچې دتپلوهڅه يې په پټوسترګوباندې کوي،دغه خلک په افغانستان کې داېرانستان،تاجکستان اونوروستانونودجوړولوهڅه کوي افغانستان ته راغلي دغه توکمونه هريوبېرته دخپل اصل،نسل اوپښت په لورماتېږي اودرومي ستونزه داده چې دارزښتونواوادبياتوله پلوه دغه خلک خپل ځان ياټولنه ديوافغان توکم اووګړي په ډول نه خونورچاته ورپېژندلى شي اونه خويې په خپله پېژندلى شي ياپه لنډډول دادبياتواوارزښتونوله پلوه دوى هيڅ نه لري له همدې امله ده چې دغه خلک دتل له پاره په افغانستان کې ياغي باغي چلندکوي دپاړس اوخراساني هيوادونودسياسي ګټو،نژادي،مذهبي اوژبني اغېزله پاره کارول کېږي په سيمه اوافغانستان دتوپيرونواوکرکې درامنځته کولوهڅه کوي.   دعلومواکاډمۍاودهغې غړي په ګډواوځاني ليکنوکې په دغه کارنه دي توانېدلي چې دپښتوژبې ځينې ځانګړي توري دخپلې ژبې دارزښتونوپه ډول په خپله وپېژني اوهم داچې خپلوخلکوته يې دژبې دارزښت په ډول وروپېژني ددغې شتمنې ژبې دځانګروتوروله ارزښت اوشته والي سره سره زموږدټولنې ډېرښاغلي داېرانيانوپه پل خپل پل ږدي په بې مسوليتۍ،ناخبرۍاوبې پروايي سره ډاکټرته (داکتر) ياد دوکتور،سيسټم  ته(سيستم)،ميټرته (ميتر)،راډيوته   (راديو) ټلوېژن ته(تلويزون)،لېټرته(لېتر)ليميټډته(لمتد)اوداسې نوره بېځايه وينا کوي له همدې امله ده چې پښتوژبه له يوې خواخپله ځانګړتيااوپورې اړوندارزښتونه له لاسه ورکوي اوله بل پلوه دپښتوژبې دغه ځانګړي توري له پښتوژبې څخه غورځول کېږي داولې دچادخوشاله کولوله پاره.؟؟؟   يوه ورځ مې له يوه انډيوال سره ديوه ښاغلي مشرهغه ويناياده کړله چې وايي دغه ژبې سره خويندې ژبې دي هغه راته ډېرپه خونداوجانانه ويناکې وويل:خويندې خوهم اخيرمېړونه وکړي يوخپلواک ژوندپيل کړي،ديادونې وړده دعلوموداکاډمۍپه ټنډه چې نوم لګېدل شوى دى په هغه کې هم نيمګړتياشته .   دافغانستان حکومت اودعلومواکاډمۍدواړه په ګډه سره ونه شوى کولى چې دنن وخت دکمپيوټراوانټرنېټ غوښتنوته ځواب ووايي چې زموږټولنې ته دليکنو په برخه کې داسې شتمني په واک کې ورکړي ترڅودوخت اړتياوې پرې پوره کړاى شي.همدغه ډول ټوله نړۍپيداوارلري نوې وکارې ياشيونه جوړوي ښايي زموږسيمه اوټولنه هم دغه کارته مخ واړوي اوزموږخلک دغه زړه،خيال اوذهنيت پيداکړي چې وکاره اولوښى جوړکړي دخپلې ژبې نوم پرې کېږدي پورې اړوندې څرګندونې اومالومات پرې وليکي دعلومواکاډمۍدنده لري چې په دغه ډول چاروله خپلوخلکوسره مرسته وکړي دوخت غوښتنه پوره کړي.   کلونه کلونه وشول چې پښتوژبه په يوه جنګي اودرباري کلا،ايساراوزېندۍکې شپې ورځې تېروي دنړۍنورې ژبې پرمختګ اوغوړېدنه کوي پښتوژبه له دربار،ددرباريانوله خولوڅخه راوغورځول شوه دېوان اودفترخودپښتنودژبې په تقديراوبرخه ليک کې نشته دمليتوب تش نوم ورکول شوى ووله بده مرغه دمليتوب له نوم څخه هم دغه ژبه راوغورځول شوه اوس دپښتنوننګياليو،جنګيايو،تورياليو،برياليوژبه ديوې سندرې،ببولالې ژبه بلل کېږي چې دغه خلک ورته ملي سرودوايي دتل له پاره افغانستان پښتنوپه خپلوډېرووينو ساتلى دی،خوله بده مرغه نن ددغه هيوادپه ټولوخپرونوکې پښتوژبې ته ټيټ،لږاوداچې ځاى نه ورکول کېږي،دژبې دودې اوخونديتوب له پاره دعلوموداکاډمۍپته ورکه ده چې دوى چېرته،دڅه په برخه کې اوله چاسره اودکومې ژبې له پاره کارکوي دژبې ديوې کارکونکي اوخدمتګارې ټولنې په توګه يې خپل تول ونه ښووده.   دنړۍدټولوژبودغه ډول ټولنې دنويوياهغوويوکودراټولوهڅه کوي چې ټولنه ورته اړتياولري له يوې خوادخپلوخلکواړتياپوره کوي اوله بلې خوادخپلوخلکواوژبې ارزښتونه خوندي کوي اوددوداوژوندي کولوهڅه يې کوي دکاريوه برخه يې همدغه ويوکي راټولول،رسنيواوخلکوته ورپېژندل وي دعلوموداکاډمۍپه ټول وګړيزاوکتابي شتون کې ددغه کارله پاره څه نه ليدل کېږي،يوويوکى يې هم خپلوخلکواورسنيوته ندى ورپېژندلى.   دعلومواکاډمۍدنده لري چې دژبې له غوړېدنې سره سره دژبې په يوه تګلاره ددوى په ويناچې دمعيارپه غوره کولوکې ونډه ولري،خوله بده مرغه دغه کاروباري ټولنه ددغه کارپه چورت اوخيال کې هم خپل ځان نه ګډوي دغه ښاغلي دپروژوپه يوسرليک اوعنوان چې تل ددوى په ويناخپل ځان پکې مصروف اوزموږپه ژبه پکې بوخت ښکاره کوي ياداخبره دوى په دېګ کې څه ښيي خوڅه ترې غورځي نه،اوکه کله هم له دغه ډول ټولنواوخلکوڅخه ددغه ډول کارونودسرته رسولوله پاره غوښتنه وشي اوپه کارکې ونډه ورکول شي بيادغه روايت پالونکي په زاړه پله روان خلک دي دغودرنوښاغليوډېروپه پرديوژبوکې زده کړې کړې دي په پرديواوبېګانه ادبياتوباندې خبرې کوي ددوى دغه ډول، چلندداسې لوړ،دتېري اوياغيتوب بڼې ته رسېدلى دى چې زموږټولنه اونورخلک په پښتوژبه باندې بېباوره کوي ددوى دپړسېدلې ادبياتودکارونې له امله پښتوژبه خلکو ته نېستمنه اوخوارکۍورپېژندل کېږي روايت پالونکي په يوه لاره روان خلک دي نوښتګري ددغه ډول خلکوپه مذهب کې نارواوي اونوښتګررټلي.   له دواړه لوريه روايت پالوپښتنومشرانواوکشرانوڅخه که دپښتوژبې ديوې ګډې تګلارې(معيار)په اړوندپوښتنه وشي ددوى له پاره به معيارزموږدژبې پخواني ادبيات وي ياداچې ددوى له پاره به داسې ادبيات معياروي چې نيم په نيمه به پردۍژبه اوادبيات پکې ګډوي يوه داسې ګډوله به وي چې نېغ په نېغه به پردي ويوکي دپښتوويوکوځاى نيسي،وايي داورپه بانه راغلې دکورمېرمن شوې.   دپښتوژبې ټول بنسټيزارزښتونه زموږله کليوالوسيمواوزموږله کليوالوخلکوسره دي زموږدخلکوپه خوروورولهجوکې دي له بده مرغه دعلومواکاډمۍزموږدخلکويوويوکى يايوارزښت په ټول جوړښت کې په داسې ډول خلکوته ورونه پېژانده چې ګواکي دسيمې دغه ويوکى دباندېني دغه ويوکي ځاى ډېرسم اوپه ښه ډول نيسي،له خلکوڅخه يې غوښتنه ونه کړه چې دپردۍژبې دغه ويوکى وغورځوئ اوپرځاى يې دخپلې ژبې اوخلکودغه ارزښت خپل کړئ.دمورشودې يې شه.   دعلوموداکاډمۍيوسترکارهغه کتاب دى چې له الف څخه ترواړه کاپ پورې مزل پکې شوى دى،سړى نه شي ويلى دغې کاروباري ادارې دغه مزل په څوکلونوکې وهلى دى؟ اوداچې په دغه کارکې حکومتي مشران اودافغانستان حکومت هم ورسره ګډوواوکه څنګه؟ اوداچې تر(يا)پورې نورمزل به څه وخت وکوي؟.   دپوښتنې وړده چې په دغه کتاب کې له نوښتګري څخه کاراخيستل شوى دى اوکه روايت پالنه پکې شوې ده،ګواکي په هغوپړسېدليو،بېدرکه اوبېلارې ادبياتوباندې خوبه نه وي ليکل شوى چې داداري ستونزو،سياسي،درباري اواداري اغېز،زورواکۍاوپدل له مخې زموږپه ژبه اوخلکوباندې راتپل شوي وو،له نېکه مرغه چې اوس دڅواړخيزې جګړې په ترڅ کې د الونياکېدواوپناکېدوپه خورکې دي،چې زموږخلکوته دذهني،انداوخيال دخپلواکۍ،په خپلوخلکواوژبه باندې دبشپړباورتوغ اوبيرغ په شمله کې ورټومبي. -------- يادونه : ښاغلي خادم کوچي بېنوا ويبپاڼي ته په خپله يوه بله رالېږل شوې مقاله کي پاړسي ته د قبايلو وزارت د نوم اوښتني په هکله خپله ژوره خواشيني ښودلې وه ، څنګه چي د مقالې ځيني برخي يې د بېنوا ويبپاڼي له خپرنيري تګلاري سره سمي نه وې له خپرولو يې ډډه او د دغي يادوني په خپرولو يې بسنه کوو .     ",دعلومواکاډمۍله الف څخه ترواړه کاپ (ک) پورې. 289,عبدالمجيد - ډنمارک,"   (سل دي ومره يو دي مه مره دا متل دی پخوانی) يو مو مړ سو ، سل ژوندي دي پکښي کي نسته مېړنی   چي دستارتړي هزار دي دا ارشاد د خوشال خان دی د د ستاراو دنامه پکښي پېدا سي ېو سړی   هدېره دشمله ورو کي يې وسپارﺉ پرخاورو مرګی ړوند دی فرق يې نه کوي چي خپل دی که پردی   له هرڅه نه مخکي داروا ښاد سلېمي د ناگهاني مړېني له کبله دنوموړي د کورنۍ ټولو غړو ته د رب العزت له درباره تسلېت غواړم او ددوی روح ته دوعا کوم جنتونه دې په برخه سي. نه ېوازي په کندهار کي به ډېر لږ کسان وي چي د خدای بخښلي «سلېمي » له نامه سره اشنا نه وي .بلکي دهېواد په کچه ېوه پېژندل سوې څېره وه. ارواښاد» سلېمي« صاحب د هېواد د هغو گوتو په شمېر شخصېتونو د کاروان مل و چي د خپل ژوند زېاته برخه ېې د هېواد او وطنوالو د ښېرازۍ لپاره وقف کړې وه .مرحوم سلېمي زموږ د وطن ېو دهغو ازاد خېالو له ډلي څخه وو چي له نن څخه کم او زېات شپېته کاله مخکي ېې خپله مبارزه د وخت دازاد خېالو ځوانانو سره هم غاړې کړه .»سلېمي «نه ېوازي دهېواد په دننه کي د خپل فرهنگ او کولتور د پېاوړتېا لپاره ارزښتناک کارونه کړي دي چي په دې وړه لېکنه کي ېې د ېادولوڅخه ډډه کوم د مهاجرت په سختو شپو او ورځو کي تل د هېواد د ادېبانو، شاعرانو او لېکوالانو او خپلو عادي افغانانو د ېوځای کېدلو مرکزي رول په غاړه اخېستی وو.زه فقط ددوی د کارونو ېوه وړه برخه ېادول غواړم .د هېواد څخه لېري د امرېکې د نېوېارک په ښار کي ېې دخپلو هېوادوالو لپاره  ېو ډېرښکلی کتابتون جوړ کړچي په سلگونو تارېخي ،سېاسي ،اجتماعي اوداسي نور ډېر ازښتناک اثار ېې پکښي را غونډاو دهېوادوالو گټي اخېستلو ته وړاندي کړل هېله ده چي ددوی د کورنۍ غړي به دا ازښتناک اثار په پوره امانت دارۍ خوندي و ساتي زه فکر کوم چي د سلېمي صاحب په کتابتون کي داسي تارېخي کتابونه سته چي دهېواد په دننه او بهر کي به په گرانه پېدا سي په لنډه داسي واېم چي ارواښاد سلېمي د خپل وخت وتلې روڼ اندې او ددېموکراسۍ جدي پلوی ،قومي مشر کلتوري او فرهنگي شخصېت او دبیوزلو هېوادوالو لاس نېوونکی ووروح دې ښاد وي .   په درناوي عبدالمجيد - ډنمارک     ",د ارواښاد محمد حلېم » سلېمي« په ېاد 290,حبيب الله غمخور," حبيب اله   غمخور2005.12.18 پدې شپو او ورځو کې دايران ددولتي واکدارانو لخوا دافغان ولس سره ددوستۍ او ورورگلوۍ په نامه په يوه او بله بڼه دمرستو او سوداگريزو اړيکو دټينگولودافغانستان دبياجوړونې په پروسه کې دفعالي ونډي اخيستلو خبري په مطبوعاتو کې خورا تودې رواني دي، يو په بل پسي هيئتونه راځې او قراردادونه لاسليک کيږي  .  هره خوا دايران دبې پرو او بلا عوضه مرستو تليغات اوريدل کيږي ،سره له دې هغه متل دۍچې وايي ((ازموده را ازمودن خطا است))افغانان په دې ښه پوهيږي چې دا يو شمير همسايگان دڅه په خاطر مرستي کوي او ولي اوس يو په بل پسې ددغو هيوادو دمرستو بازار تود سو؟اود دوه اړخيزو مناسباتو دټينگولوعلاقمندان سول ؟ له يوې خوا ايران غواړي چې امريکا په افغانستان کې زيات تلفات وويني او ناکامه له افغانستان څخه ووزي او له بلي خوا په افغانستان کې دامريکا موجوديت ځانته لوي گواښ بولي مخصو صأ اوس چې دنوي ولس مشر په ټاکلو سره دايرن بهرنۍ سياست دماشومانو دلوبو بڼه اختيار کړې ده ؛ ډير په دې عقيده دې چي پسله هغه چې دامريکا اوروسې او چين تر منځ په منطقه کښي دسياسي او اقتصادې گټو پر سيالۍ نوره هم ژوره سوه ددوي تر منځ اړېکو پخوانې ساړه جنگ ته ورته بڼه واخيستله ،دشانگهاي تړون لاسليک سو،ازبکستان امريکا يي پوځي اډه وتړل ، اوس په نړۍ کې سياسي  وضعه بل ډول ښکاري ؛دايران ،هند او روسي علاقه بيرته زياته سول چې دافغانستان سره دخپلو گټو دساتلو په خاطر مناسبات ښه کړې او په ډول دډولونو په افغانستان کې حضور ولري تر څو حالات له نږدې وڅاري .ايران هم له هغه ډارنه چې دامريکا او انگليستان څخه يي لري او داسي فکر کوي که پر ايران حمله کيدل  نوممکن دافغانستان له خاوري وشي ،زيات تلاښ کوي له ايران سره په همسايه ولاياتوکې پر پټو اړيکو سربيره ددولتي اړيکو ( په بياجوړونه کې گويا فعاله ونډه اخلي) په وسيله په هيواد کې حضور ولرې همد لامل دۍ چې  يو په بل پسې دپروژو دجوړولو قراردادونه امضا کوي  . څنگه ومنل سي او کوم سالم عقل به دا قبوله کړي چې په ايران کې دافغان ماشومانو او زلمو  پرمخ دښوونځيو او لوړو تحصيلاتو دروازي تړل کيږي مگر په هيواد کې دننه علاقه لري ښوونځۍ جوړي کړې  او علمي کدرونه تر بيه کړې ؟.لکه پاکستان له يوي خوا طالبانو ته هدايت ورکوي معلم له منځه يوسۍ مکتبونه وسوځۍ له بلې خوا په کابل کې درحمان باباليسه جوړوي او په ننگرهار او نوروځايو کي ليليه او تدريسي تعميرونودجوړيدو په خاطر مرسته کوي  .  که حقيقت ووايم له بدمرغه يوزيات شمير هيوادونه دافغانستان سره ددوه مخيز سياست داصل پر اساس روابط ساتې  . په هرات کي دبخار دديگ جوړولو يوه کوځني توليدي مؤسسه جوړه سوه کله چې يې په توليد شروع وکړه همدا ايران و چي دهرات ددولتي چارواکو سره په معامله کښي يې دايرانې ديگو طبعي ده چي کيفيت به يي ښه وي قيمت راټيټ او په زرهاو داني يي بازارته وړاندي کړې په پايله کښي ددغي وړي توليدي مؤسسي  خاوندکه هر څومره چيغي هم ووهلي خو چا غوږ پري ونه نيوه هغه مجبور سوخپل کاروبار يي وتاړه پر خپله مخه ولاړ ،ايران او نور هيوادونه داسي مرستي کوي .   هيله مند يم چي داوسني اداري کوم ړوند او کوڼ پلوۍ مې په دغو خبرو کافر نه کړي او داتور راباندي ونه لگوي چي اوس ځېني دافغانستان سره دبهرنيو هيوادو دښو اړيکو مخالف دي . نه ابدأ داسي نه ده زه او بل هر افغان زموږدهيواد سره دليري او نږدو پرتو هيوادو دبې غرضه اقتصادي ،علمي ،سياسي او ټولنيزو مرستو پلويان يو،ولي دهر ي هغي مرستي سره چې ددوستۍ په نامه زموږ ولس هغه دچا خبره دشالخوا په چاقو ووهي يا ددوستۍ په کاسه کې ورته ذهر ورکړه سي سخت مخالف يم  . دا راته معلومه ده او له تاريخي تجربې نه مي زده کړې ده چې  زموږ په دغه لنډ ژوند کې سوړجنگ دبشر دحقوقواو دموکراسۍ ددفاع تر نامه لاندي داسي تود شو چي يوازي زموږ په هيواد کښي يې نږدې يو ميليون انسانان قرباني شول ،دغه وخت و چې دستورودجگړي په نامه خولا دوسله والو پروگرامو دعملي کولو لپاره په ميليارډو ډالرو دمصرف سنجشونه کيدل ،پر دغه ټولو سربيره ددغه جنگ داورلگوونکو پر خپله ټوله دښمنۍ سر بيره يو دبل  سره ليدني کتني کولې او ځيني سواداگريز او صنعتي په اصطلاح د همکاريو پروتوکولونه يي هم لاس ليک کول ،مگر ددواړو هيوادو دولتي چارواکي په دې ښه پوهيدل چې دپردي شاته څه کوي او هغه څه چي يي لازم بلل  دولس سره يي هم شريکول .   زه غواړم ووايم چې په اوسنيو شرايطو کښي زموږ دهيواد لپاره دهر هيواد سره دهر اړخيزو علايقو او مناسباتو ټينگول په گټه دي خو په داسي شرط چې تر گټه يې تاوان ډير نه وي . تر اوسه زه او زموږ دهيواد نور څېړونکې چې زه يي ليکني لولم په دې عقيده دې چې زموږد دولتي چارواکولخوا ملې گټي تر بهرنيو گټويو په بل پسي قربانيږې ؛ داسي دوستې به داسي غمجني پايلي ولري چې هغه وخت به لاس مښل کومه گټه ونلري ،همدا اوس بايدپه ټولواړيکواو مناسباتو کښي دهر څه په هکله دملي گټو په ترازو تلل سوی او سنجول سوی درک اوفهم  داصل پر بنياد تر سره شي .   ټول افغانان دا غواړي چي وطن يې اباد شي ،زراعت ميکانيزه شي ،صنعت وروروتيغ ووهي لوي شي او پر مخ تگ وکړي ،لويي او وړي ملي او خصو صي فابريکي جوړي شي ،ورکشاپونه فعال سي،لاسي صناعت پر مخ ولاړ سي ،له طبعي زيرمو څخه دگټي اخيستلو په خاطر پخپله دخپل هيواد په امکاناتو اود بهرنيو هيوادودمالي او تخنيکي مرستو نه په استفادي سره دمځکي نس وسپړل سي ، کوچيان له دغه زړه بوگنوونکي حالت نه نجات پيداکړي ،دولتې اداره مسلکي شي ،له پارلمان او دولتي ادارونه دپخوانيو قوماندانانو او جنگسالارو ،پاټکونو دخاوندانو ،بنسټپالو او خودغرضه بيگانه پرورولاسونه لنډسي ،دملي اردو،پوليسو دجوړيدو سره دملي کدرونو دتر بيې شعار چې اوس هير سويدۍ دچارواکو پر ژبه سي ،دښځي او ماشوم حق چې همدا اوس يي نومونه يوازي په بهر کې دبهرنيانو دغولونې لپاره دورځي لس واره اخيستل کيږي خو په عمل کې دماشوم او ښځي په غم کې څوک نه دې دهغو روا او انساني حق په عملي ډول په رسميت وپيژندل سي،رشوت ،چور چپاول چې اوس قانوني بڼه لري غير قانوني اعلان سي ، واکداران او ټوپکسالاران چي په مرکزي دفترونو او اوس  لا په پارلمان  کښې هم ورسره غوښن ملاتړي لاس لري ونسي کولاي نور  دبيوزلو کورونه ،مځکي او نور شته  اودارايي په زور ترلاسه کړي،داسي ورځ راسي چې دټوپک سالار او قوماندان پر ځاي يو مصلح مشر ،دسواداو پوهي خاوند کسان ملي شوراته لار پيداکړې ، او داچې ويل کيږي دا اوسنيو جنگسالارو او هغو ته چې بر بنډ يي دبشر پرحقو قو تيرۍ کړۍ او په دغه جرم مجرم دې  خلکورايه ورکړې او خلکو ټاکلي دا درواغ ختم سي او نور يې دداسي درواغو دويلو او افغانانو په سترگو کي دخاورو اچولو اړېينه پيدانسي،هغه مصلحت چې ځاني ،فاميلي او دڅوپلويانو گټي پکښي خوندي ساتل کيږي دملي گټو پر سرمصلحت کول ځاي ومومې ، په بهر کې هغو ته چې په رښتيا غواړي په خپل هيواد کې خدمت وکړې دابرومندانه راستنيدواو هغوي ته ددوي دمسلک سره  سم دکار زمينه برابره سي ،دغه حالت  چې دا اوس  پخوانې باسواده کسان او دملي اردو مسلکي افسران بي سرنويشته سرگردانه گرځي او هر چيرې په يوه او بل نوم توهين کيږې پاي ته ورسيږي ،معارف او پوهنه وده وکړي ځکه بيله پوهو او مسلکي ملي کدرو څخه دا وطن  په پرديو کدرو نه اباديږي ؛  او نه  به هم په تاريخ کې  کوم هيواد ابادشوی دۍ، که په کوم هيواد کې دبهرنيو کمپنيو په وسيله لوکس تعميرونه ،ډامبر سړکونه او عصري دژوند وسايل بازار ته عرضه سوي دي هغه هم دهغه هيواد دملي پرمختگ معنا نلري بلکه ددې هيواد شتمني يو بل چا دځان په گټه دخرڅلاو او گټياخيستني  ننداري ته وړاندي کړې ده  ،هغه ولس چې هر څه  يې درلودل له هر څه  نه يي محروم کړۍ ، ولي په دي يې خوشحاله کړۍ دی چې وگوره ستا په هيواد کي څومره لکس موټران او اسمان خراشه تعميرونه سته او دژوند سطحه څومره لوړه ده  ، لکه په کابل کې دسيريناهوټل او نور ځايونه  .....   ولې دا چې ددغه هيواد اصلي وارثين په کومو ستونزواو دژوند په کومه ټيټه سطحه کي شپي او ورځي سبا کوي اودهغه چا نوکر دۍ  چي دده ملي منابع او طبعي زيرمي يې په يوه او بله بڼه تر خپل تسلط لاندي راوستلي دي ، په دغه پېچلې سياسي اقتصادي سيسټم او اړيکو دهغوي سر هيڅوک نه ور خلاصوي ؛دزراو زور څښتنان تل کوښښ کوي ولسونه په روبينايي اوښتونو کي گيچ او مصروف وساتي .  که څوک داساسي او جوړونکو بنسټيزو مسلو دسپړلوتکل وکړي نو په مقابل کې دبهرنيو کمپنيو لخوا ددغه شان کسانو پر خلاف دهغه هيواددهغه اصلي اوسيدونکو په وسيله چې ددوي نوکران دي تبليغ  پيل کيږي او وايي چي دا دملک دپيشرفت او ترقۍ مخالف  دۍ ،نه غواړې هيواد پر مختگ وکړي او داسي نوربې بنياده دروغجن تهمتونه   .... زموږ په خپلو مطبوعاتوکې هم لږ خو بيلگې يې ترسترگو کيږې .   زموږ په هيواد کې هم همدا اوس  هغه کار چي  له ملي امکاناتو څخه په استفادې سره بايدتر سره شي په يوه او بله بهانه هغه يوې بهرنۍ کمپنۍ ته سپارل کيږي ،ځکه خو دانجوگانو بازار تود او کار يي چوک دۍ، که څوک سوال وکړي نو دستي ورته ويل کيږي وروره زموږ په وطن کې پنځويشت کاله جنگ و هر څه له منځه تللي دي موږ مجبور يو چې دبهرنيو کمپنيو سره قراردادونه وکړو او..  همدا اوس کوښښ روان دۍ په دې بهانه چې دولتي پروژې سمي پر مخ نه بيول کيږي بايد خصوصي شي . دا بل سوال دۍ چې دا چارواکي بيا راتلونکې اداره دخصوصي سرمايدار په جيب چلوي ؟ او غواړې دهغو هيوادو په مثالو راوړلو سره چې تر موږ دوه سوه کاله وړاندي روان دي خلک وغولوي ؟ او که امريکا او اروپايي نړۍ داوعده ورکړې څو چې دامځکه اسمان وي  دوي به داوس په پشان د افغانستان  ددولتي ادارو دکارمندانو دمعاشوڅخه نيولي ټول دولتې لگښتونه چي يو هيواد ورته په ملي او بين المللي کچي اړتيا لري  پوره کوي؟ اوهر څه به دوي تر سره کوي ؟که داسي وي دلته نور سوالونه راپيدا کيږي چي ځواب ويل به يي ناشونۍ وي .   او جالبه خوا لاداده که دولت ددغو پروژو دپر مخ بيولو توان نه لري چي پخوانيو دولتو او حکومتو په ديرو لږو مالي او مادي امکاناتو پر مخ بيولې ،څنگه کيداي شي دداسي يوې ادارې څخه دوران سوی هيواد بياله سره جوړيدو هيله وسې؟   بلي هيواد والو! ايران هم يو له هغو هيوادو څخه دۍ چې غواړي په افغانستان کې ديوه مطرح هيواد په توگه پاته وي ،داقتصادي اوفرهنگي مرستوپه نامه دلته خپل کارمندان او کارگران ولري ،ددوي دولتي چارواکې دافغانانو سره دورورگلوۍ او اسلامي اخوت خبري کوي ، چې منل يې يو څه ستونځمن دی ،ځکه دوي هم لکه پاکستان چي دتعميراتي کمپنيو تر نامه لاندې يې تر  60زروزيات کسان په افغانستان کې په کار مصروف دې ،داچې دغه کارونه افغانانو هم کولاي سوه هر چاته معلومه ده ؛ او که يې نسوه کولاي دولت دمليارډو ډالرو په تر لاسه کولو سره ددې پر ځاي چې په يوه ليري قريه کې غير ضروري پلچک جوړوي او يا بيځايه په يوه او بل نامه پيسې مصرفوي دنده لرل او لريې چې په ډيرو عادي کورسو کښي دتعميراتي کارونو دسرته رسولولپاره کارگران وروزي .  خو دوي داکار ځکه نه کوي چې پاکستان هم خوابدۍ کيږې  .او پاکستان ځکه جدي خوابدۍ کيږې چې په همدغوپه اصطلاح انجنيرانو او کار گر انوکې د استخباراتي کسانو کمۍ هم انشا الله نه ليدل کيږي .پاکستان هغه هيواد دۍ چې استخبارات يي غواړي په افغانستان کي چې هر څه تيرېږ ي بايد دوي په خبر وي ،نو دخبر دتر لاسه کولو مرجع او ډير ښه امکانات همدا کسان دي . حتا ماته له افغانستان څخه راغلي ځينو کسانو ويلي چې دهمدوي په مرسته هلته ځيني دترهگرۍ بريدونه تر سره کيږي ، ځکه دا انجينران دپاکستاني کمپنيو لخواپه ټولو مډرنو مخابراتي وسايلو سمبال دې او له بلي خوا دکارگر په نامه ممکن داکسان افغانستان ته راليږل کيږي او بيا دپاکستان اسختبارات يي دلته زموږ په هيواد کي دترهگرۍ دبريدتر سره کولو او لارو ښودلو ته اماده کوي ،ماته زموږ دهيوادوالو خبري ځکه منطقي بريښي چي رښتياهم دا په افغانستان کي قانوني گښت وگذار وسيله ده . که نه نو دا هره ورځ په ځان مرگې بريدونو کې دادومره ترلينگي له کومه سول ؟ ايران هغه هيواد دې چي په تيرو څو لسيزو کې کښي دافغانستان دسياسي او نظامي حالاتو په وړاندي بې طرفه او بي تفاوته  نه دۍ پاته سوۍ ،په خپله خاوره کې يې دمذهبي او ژبني اړيکو پر بنيادتنظيمونه او يا گوندونه جوړکړه ، گروپونه يې مسلح او افغانستان ته دجگړې لپارهدا درې لسيزي راوليږل . دهغو ډلو او شخصيتو سره  چې دوي دهغو په وسيله په افگانستان کې پخوا هر څه تر سره کول په يقن تر اوسه هم  ايراني چارواکي په افغانستان کي دخپل سياسي ژبني او مذهبي نفوذ دساتلو لپاره خپلي ټولې اړيکي ساتلي دي  ،دافغانستان په کورنيو چارو کي دايران دماهرانه لاسوهنو بيلگي يو عادي افغان ته هم معولوميږي .    په دغه نږدې څلورو کلو کښي زموږ په هيوادکې تر پښتو او سوچه کابلۍ دري ژبي ، ايرانۍ فارسي  په دولتي ادارو کي  ډيره داستعمال وړ گرځيدلې ده، حتا ځيني سياست وال خو لا بيخې په ايراني فرهنگ پوري ځانونه دومره په افتخار تړه لي بولي چې په ښکاره  له ايراني فرهنگ سره خپلو اړيکو په څرگندلووياړي . داچې ايراني اخوندان وتوانيدلاي سوه زموږ داطلاعاتو او کلتور وزارت تر خپل تاثير لاندي راولې پر دغه مسله دبحث په خاطر خو فکر کوم دافغان رون اندو خولې ستړي شوې .   ايراني چارواکودفارسي ژبي په اړوندزموږ  دهيواد فرهنگي افتخارات او هغه علمي شخصيتونه چې په فارسي ژبه يي څه ليکلي دي او يا يې سر ايران ته ښکاره کړۍ دي دوي ټول دځان گڼلې  دی او هغوي ته يي په مرگ ايرانۍ پاسپورټ ورکړۍ دۍ دبيلگې په توگه : سيدجمال الدين افغان ،ابو علي سينا  ،بلخي ،فردوسي ابوريحان البيروني او داسي نور په لسهاو عالمان او شاعران .   مگر دايران ددغو ټولو فرهنگي تيريو ،لاسوهنو ،علمي او تاريخي اثاروکې  دځان په گټه له سره اصلاح راوستلو، او نورو ډول ډول مداخلوباندي سترگي پټيږي چې يادول يې ددې ليکني چې بل څه ته ځانگړي سوې ده په حوسله کې نشته او بيل بحث غواړي  ، پر دغوټولو سربيره هغه  کميټه چې دکابل دښار پر واټونو ،ميدانونو ،څلورلارو او نوروځايو باندې دنوم ايښودلو لپاره ټاکل سوي ده دايراني واکدارانو چې يوه لهظه يي هم دافغان ولس دښيرازۍ لپاره کوم څه نه دي تر سره کړې تنها ددي لپاره چي ايراني اخوندان اودهغوي څو دگوتو په شمار پلويان دلته په افغانستان کي خوشحاله سي دافغان ولس پر اراده او غوښتنه په پښه ايښودلو سره دخميني په نامه کوم ځاي نومول غواړې . تيره هفته دآزادۍ راډيو په يوه ازاد بحث کي چې په همدي منظور جوړ سوۍ و دکلتور وزارت معين صاحب دخلکو ددغه وړانديز چې ولي  زموږ دهيواد پر واټونو دپرديو چارواکو نومونه ايږدي وويل : موږ داکار ددي لپاره کوو چې دوي  بل مثل عمل ته متوجه کړو او خبره يي اوږده کړه... موږ په بهر کې کلتوري اتشه لرو هغوي ته مودنده سپارلې چې بهرنې هيوادونه وهڅوي تر څو زموږ دتاريخي او علمي شخصيتو په نامه کوم ځاي ونوموې ،  ددوي پر دغه خبره ټولو اوريدونکو طبعي ده چي وخندل . اول کلتوري اتشه ددغه معين صاحب خبري خداي خبر چي ومني ځکه دۍ پر هغو دومره زيات تاثير نه لري  ،په هيڅ ديپلوماتيکي دندو کښي داشان وظيفه نشته لکه چې اوس يي دوي په سفارتخانو کښې له کلتوري اتشه وو څخه دسرته رسولو غوښتنه کوي  . هغه بايد ددواړو هيوادو تر منځ دفرهنگي اړيکو دپراختيا او نورو فرهنگې  مناسباتو دټينگولوچاري پر مخ بوزي . او بلي خوا نور کارونه هر څه خلاص شول دنيا گل گلزار سوه ؟چي اوس زموږ ديپلوماتان په بهر کې دکوڅو په نومولو دبهرنيو هيوادو له چارواکو سره په خبرو لگيادې  ؟   زموږ د اولس مطلق اکثريت کار نه لري  ، دکور ،روغتيا او اولادو دساتني اوروزني ستونزو دومره راکوچنۍ کړې دې چي لار ځيني ورکه ده په بربنډه په راډيوگانو کي ناري وهې چې مجبور يو دوباره پاکستان اوايران ته پناه يوسو، ولي زموږ دولتي چارواکي پر هر څه سترگي پټوي دښو اوښاديو خبري کوي . دافغان ولس داډول غولونه ده چې القاعده ،پاکستاني  ،ايراني استخبارات او طالب جنگيالي په خلاص لاس په ټول هيواد کي هر چيري چې يې زړه وغواړي هر څه  تر سره کوي ، په هلمند ،کندهار ،کابل ،مزارشريف ،ننگرهار ،پکتيا، خوست ،پکتيکا ،ارزگان اونورو ولاياتو کي دتروريستي حملې او مخامخ جگړه ايز مقامت يي ښه بيلگې دي . داسي معلوميږي چي خلک نور له دولتي چارواکو نه نارازدي ،ځکه دترهگرو دکړنو دسرته رسولو په مقابل کښي مخالفت نه کوي . که افغا نان ددولت طرفدار اوسې په هغه صورت کښې هيڅ کورنۍ او بهرنۍ ځواک نسي کولاي ترور تر سره کړې او يا مينونه والوزوې . که په امنيتي لحاظ داشان حالت  دوام پيدا کړی او خلک له دولت نه نور هم ليري او خوابدي سي  پايله يې خرابه او په هغه صورت کښي به ددغو بي امنيتيواو وژنو مسوليت څوک په غاړه واخلې ؟   چې مسله ډير ه راڅخه اوږده نسي  ، خبره  ديوه افغان  مهاجر  پر يوه ليک  وه چې په www.hazara.com  ويب پاڼه کي د((درد دل يک مهاجر)) تر عنوان لاندي خپور سوۍ دۍ او تيره شپه ماولوست .    دغه ليک دهڅولم دليکونکي سره په درد کې ځان شريک وبولم او پر ليک يې يوه لنډه تبصيره په پښتو وليکم . د ليک ليکونکۍ په خپل ليک کښې له افغان مهاجرو سره دايراني چارواکو کړونوته گوته نيسي دخپلو سترگوليدلۍ او په خپلو غوږو اوريدلی حال ليکې ، دايراني فتواگرو او داسلام دټيکدارانو له ظلم نه پرده پورته کوي . همدلته غواړم  دايراني چاواکو ددوه مخيز سياست  په اړوند دخپلو خبروپخلۍ په يوه ټکي کښي له واره وکړم ؛ مادلته په سويډن او دنمارک کښې دزيات شمير هزاره ورونو څخه چې په ايران کښي يې ډير عمر دضرورت په اساس تير کړۍ ودوو مرحلو ( هغه وخت چي شورويان په افغانستان کي وه او بيا کله چې کرزۍ په افغانستان کې حاکم سو) دافغانانو سره دايراني چارواکو دبرخورد په هکله زياتي پوښتني کړې دي ،البته دا هغه څوک دي چې سپيڅلي افغانان دي دوي ته افغانستان دافغانستان په مفهوم گران دۍ ، دوي ځانونه افغانستانيان  نه بلکه افغانان بولي اوددې هيواد لويشت لويشت خاوره  دځان بولي ، په ټولو تاريخي وياړنو يي وياړي  . هغو ي ماته هغه څه ويلي او دهغه ظلمونو او سپکاوۍ قيصي کړي  دي چي په پاي کې يي حتمأ ژړه لې  دي يعني په ايران کي دافغانانو سره ډير بيرحمانه او دسپکاوي له روحې  نه ډک برخور شوۍاو ههمدااوس هم دا حالت روان دۍ . پوښتني مي ځکه دهزاره وطندارانو څخه کړې چې په افغانستان کې تر اوسه ډير زيات داسي فکر کوي چې ټول هزاره ورونه ايرانيانو ته گران دی او پر ټولو هزاره و ايران گران دی ،مگر کله چې  انسان ددوي داستانونه انسان واوري پوهيږې چې رښتيا دا ايراني اخوندان لکه دپاکستان او زموږ دهيواد ځيني بنسټپال داسلام دپاک او مقدس نامه څخه ناوړه استفاده کوي او په تشو شعارو او ميان خالي خبرو خلک غولوې . په ايران کښي ددوي سره دبرخورد او کړنو په هکله زموږ ددغه هيوادوال ليک ته ستاسو پاملرنه را اړه وم ، هيله مند يم  په اخر کښي قضاوت وکړۍ چي  دکوم ايراني واکدار په نامه کومه جاده يا واټ ونومول سې او که نه ؟    ددي لپاره چي ليکنه اوږده نسي ماددغه ليک اساسي ځايونه دلته را اخيستي دي ، تاسو کولاي شۍ مکمل ليک  په خپره سوي پاڼه کې مطالعه کړۍ .   درد دل يک مهاجر   این نوشته در وا قع درد دل ملت مهاجر و دور از وطن میباشد و در نوع خود بنحوی زجر دهنده و آزار دهنده است که هر انسان آزادیخواه و بشر دوستی را متاثر میسازد. آنهم در کشوری که همیشه ادعای ام القرای اسلامی را دعوای دارد و مدافع جبهه اسلام و مسلمین در سر تا سر جهان است . و کوچکترین ظلمی که علیهه مسلمانان مالز یا ئی میشود یا چند فلسطینی ویا مسئله حجاب در مدارس فرانسه ویا مسجد بابری در هند و?هزاران نمونه های که ریزو ودرشت که فوراً از رسانه های خبری ایران به چند زبان ودر بخشهای خبری متعددنشر میشود .   روزی چند بار منعکس میشود، و هر کس نداند فکر میکند کشوری به این دلسوزی و شفقت و انسان دوستی و نوع پرست کم یافت می شود، که علیرغم داشتن مشکلات فراوان در داخل و در سطح روابط بین المللی بر مواضع انسان دوستی و بشر دوستانه اش همچنان پای میفشارد و فوراً اعلان مو ضع میکند. وا شگفتا که این دولت مردان ونوع پرستان ظاهراً سیا ست یک بام و دو هوا را سر لوحه امور قرار داده و بشر از نوع افغانستانی را در قلمرو هیچ یک از ملا طفات انسانی و اسلا می خود دا خل نمیداند . ورویه های این بشر وا مانده از همه جا رو میدارد با کمال تاسف چنان رقت بار و غمناک است که قلم را گویای آن نیست . باری در کشوری که آزادی بیان و مطبوعات و دموکراسی با شدید ترین مجازات ها روبروست و کاستی ها و خواسته های خود مردمش را مطبوعات حق طبع و نشر ندارد طبیعی مینماید که اندک مهاجر بدون پشتی بان و پشتوانه روزگارش چگونه خواهد بود.  داوطندار دايران دهغو دولتي چارواکو دکړنو نه پرده پورته کوي چې له يوې خوا دافغانانو سره د اخوت نارې سوې وهې او له بلي خوا ځانونه په ټوله نړۍ کې داسلام يوازني مدافعان بولې ،او نړۍ اسلامي جهاد ته رابولي ،هغه ليکې : شمه ای از سیه روزی های مهاجرین را اگر بگویم از آنجا اغاز میشود که : صدها و صدها بی عدالتی دردادگاههای ایران علیه مهاجرین روا داشته وزمانی که مظلومی در دادگاههای ایران برده شود. در اول از وضع اقامت وی سوال میشود که اگر ان مهاجر نگونسار کارت نداشته باشد. دعوای وی اصلا شنیده نمیشود و تو صیه میشود که چون تو حق اقا مت در ایران را نداشتی پس جان و مالت قانوناً در پناه قانون ایران نیست . دادۍ ايرانۍ انصاف او عدالت ايا يو څوک او دهغه شخصي ملکيت ديوه عادي سند په نه  درلودلوسره بايددهر ډول تعرض دخطر سره مخامخ سي ؟ دغه ډول چلند ته دانسان حقوقو ته درناوۍ ويلاي سو؟ اياپه اسلام کې دا ډول ظالمانه تيرۍ اوبې گناه انسان ربړونه جوازلري؟ هغه څوک چې په کلو کلو يي خولې توي کړی او څو غرانه يي لاسته راوړي دي که ددوي دخوښي سندونه لري او يا هغه ځيني ورک سوی وي يا کله کله يې پوليس عمدأ څيري په هغه صورت کې  هر څوک کولاي سي دا بيچاره دخپل مال نه محروم کړې ؟ ... نمونه دیگر همین کسانی که از بخت بد در معرض دستگیری های نیروی انتظامی قرار میگیرند گاهی حتا باوجود داشتن کارت معتبر واقعاً بشکل یک حیوان با این جماعت برخورد میشود ازاذیت وآزارگرفته تا انجام بدترین کار و اعمال شاقه را در بر میگیرد .  در این مسیر تا اردو گاه ورد مرز کردن فشارها و شکنجه و توحش بحدی میرسد که بسیار کسان از بین رفته اند و بسیاری دیگر با معلولیت جسمی و رو حی دست به گریبانند .  زموږ په هيواد کې دايراني دولتي چارواکووله دوستانوڅخه ولي څوک پوښته نه کوې چې ولي افغان ددوي دظلم او ستم په نتيجه کې خپل خوږ ژوند دلاسه ورکوي ؟؟؟  فراموش نباید کرد ای ملت رنج کشیده که در دوران مهاجرت چه گذشت . در اردوگاه سنگ سفید مشهد حدود 9 سال پیشمردمانی در بند و اسیر در گرمای طاقت فر سای آن منطقه وقتیکه بیداد گری به اوج رسید و هر کس که از هر کجا دستگیر میشد به سه الی چهار ماه نگهداری (زندانی با اعمال شاقه) میشد به تنگ آمده بودند و بقول خود شان : مرگ از زنده گی بهتر بود. و بسیاری از آنها مریض شده و مردند. در آخرین اقدام شبانه دست به فرار زدند وبه سمت مرزهای شرقی متواری شدند که دژخیمان رژبمبا نیروی انتظامی از هوا وزمین همانند مقابله با یک حمله نظامی بر این مهاجرین فراری دور از وطن یورش برده و جمع کثیری (1000) نفررا بکام مرگ فرستادند. ايا دا جنايت او دبشر پر حقوقو بربنډ تيرۍ نه بولۍ؟ ... بقول چندین نفر که از مهلکه جان سالم بدر برده بودند مزدوران رژیم جنازه های هموطنان ما را در گورهای دسته جمعی انداخته وروی خاکشان را هم لنگر برده اند و بعد از آن سرک آسفالت درست نموده اند. و زمانی که سازمان ملل برای باز دید آمدند از گورها و جنازه ها اثری نیافتند و حتا گزارش به مجامع جهانی هم نشد و این داغی بود بردل تفتیده ما مردم . وړانديزمي دادۍ چي دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت بايد دملي دندي په توگه ددغه ليک ليکونکۍ پيداکړي ، دهغه او نورهغو افغانانو په مرسته چې په ايران کې ددغو ډله ايزو قبرونواو داسي ورته حوادثو په هکله معلومات لري ،دملگرو ملتو دسازمان ،او نورو نړيوالو سازمانو په مرسته کيداي سي  داقبرونه پيدا او وسپړل سي ، دافغانانوداډول ډله ايزقبرونه چې په ايران کې دخلکو دمعلاماتو او قيصو له مخي ډير دي  بايد تثبيت او تر سپړلو وروسته دپاته سوو هډکو څخه يې دايراني اخوندانو دظلمونودياد  په نامه په کابل اوهرات کښي هديره جوړه سي دا به دهغه چا هديره وي چې دخپل هيواد نه بهر دپرديو واکدارو دوحشيانه برخوردونو قرباني سوي دي . ددوي پر مزار به  هرافغان  دگلوگيډۍ ږدې  . ...نمونه دیگردر سال 75 زمانی که اداره کار ایران تصویب کرد که خارجی (افغانستانی) حق کار ندارد .... قشر عظیمی از مهماجرین بیکار ودرمانده شدند. خانه نشین شدند آنهم در عالم مهاجرت بدون در آمد زنده گی چگونه ممکن است  ? جمعی از دردمندان و دانشجویان تصمیم گرفتند جهت جلب توجه اذهان جهانیان و مدافعین حقوق بشر و کمیساریای عالی ملل متحد در امور مهاجرین . در مقر ساختمان مرکزی آن سازمان دست به تجمع بزنند تا بلکه بذل عنایتی شود و توجهی صورت گیرد. که کما فی السابق دژخیمان رژیم باچوب و چماق وبا لباسهای شخصی همه را دستگیر و روانه زندان کردند. نگارنده که خود از شرکت کنندگان می باشد.....  نیز داخل مینی بوس بردندو در پسگاه آمدیم  مشاهده کردیم که جمع کثیری اینجا در آفتاب سوزان پشت بدیوار نشانده بودند ومارا هم در کنار آنها جادادند. ودر جمع ما چندین زن نیز بودند. پس مارادر بازداشتگاه (داخله) انتقال دادند. ودرآن زیر زمین دو شب نگهداشتند. و بعد ازآن مارا دادگاهی نمودند. وقتیکه در داخل دادگاه بردند هیچ کسی از ما سوال نکردند که جرم تان چیست؟ فقط ورقهای از قبل تهیه شده را به امضای ما رساندند. وبما هشدار دادندکه بگوئید ما در اثر نداشتن مدرک اقامتی دستگیر وزندانی شده ایم ودر صورت اعتراض باما برخورد میشد. لذا از قبل جرم مامعلوم ومجازات آن نیز معلوم بود. ودادگاه فرما یشی آن هم فقط جنبه نمایش داشت . افسوس و صد افسوس که مهاجر درد مندما از آنجاصدایشان بهیچ کجا نمی رسد و در نطفه خفه میشود .  واکنون در پرده نمایش د یگر درام غم انگیز علی رغم توافقنامه سه جانبه از سوی سازمان ملل. دفتر اموراتباع خارجه ایران ووزارت مهاجرین و عودت کنندگان افغانستان مبنی بر اجازه اقامت تا پایان 1383 به مهاجرین باقیمانده باز رژیم متعصب و نژاد پرست پای برهمه حقوق مسلم شهری و اسلامی نهاده و ورق سیا هی بر عملکرد خود افزوده و بی شرمی را به اکمال رسانده و آن جلوگیری عملی از تحصیل مهاجیرین مقیم آن کشور نموده  . ودر چهره دیگرش وعده کمک (500) میلیون دلاری را به باز سازی افغانستان داده است . شما خود قضاوت کنید. آیا کدام بظاهر دوست و دلسوز چنین کاری میکند، ودرواقع تطبیق کامل واژه استعما ر است . از یک طرف آینده سازان ما را بیسواد و جا هل تحویل جامعه میدهند و از طرف دیگر بدست شان بیسکویت و پفک بدهد....ما در اینجا اعلان میکنیم که دولت ایران یاباید از شعارها ی جهان فریب و دروغین خود دست بردارد و آنگاه راه قساوت وخصومت را در پیشگیرد ویا با پای بندی به اصول اولیه حقوق بشر. حیثیت و شخصیت مهاجرین را بیش از این به بازی نگرفته و تا پایان تعهدات خویشکه با دولت افغانستان و کمیساری عالی ملل متحد به امضا رسانده از اذیت. آزار وجلو گیری ...واز زرع تخم کینه و خصومت دست بردارد. آیا این سزاوار است که کشوری با همسایگانش چنین رفتار خالی از انسانیت بخرچ دهد. توقع روابط حسنه با دو لت افغانستان را داشته باشد. .. در گزشته که ما صاحب دو لت و حکو مت نبودیم طبعا از هیچ جائی صدای اعتراض و پشتیبانی بلند نمیشد و توقعی هم نبود ولی اکنونباید مسئولین مربوطه و دولت مردان این مشکل تراشی را از دولت ایران باز خواست و خواهان توضیح شوند. والا در هر کوشه جهان روز بروز بیشتر و بیشتر شهر وندان افغانستان مورد ظلم و تعدی قرار خواهندگردد.علی- امیری   اوس تاسو قضاوت وکړۍ چې ايراني اخوندان دافغانانو سره څومره مينه لرې او څومره علاقه لري چې زموږ هيواد له اوسنيو بد مرغيو نه خلاص شي . همدا اوس هم نږدې يو ميليون افغان کډوال هلته داشان دتحقير او توهين شپي او ورځي تيروي خو زموږ ښاغلي چارواکي بيا ددوي په نامه واټونه نوموې  .   دافغانستان دولتي اداره يوازي په هيواد کې دننه دافغانانو دژوند دټولو اړخو په هکله مسؤليت نه لري په بهر کې هم دهر افغان په وړاندي داشان مسوليت لري چې متاسفانه دبهرنيانو دخوښي په خاطر دجلا وطنه افغان سره چي په ايران او پاکستان  او يابل هر هيواد کې هر ظلم او نارواکيږي دوي غوږونه کاڼه اچوې او هر څه پر پخوا نيو حالاتو تاوانوي  .   متاسفانه  اوس هر څه هير سوې دي ټول په دې فکر کښي دي چې څنگه دځان چاره وکړې  ،دسباورځي غم وخورې او خپل خپلوان  ددولتي امکاناتو څخه په استفادې سره تر دولتي لوړو مقامو ورسوې ،جالبه داده چې دځينو جگپوړو چارواکو خپلوان دولتي څوکۍ نه لري ولي امر يي هر چيري چليږي او دټولو ادارو کارمندان يي ناز اخلې ،دا ډول سو استفاده دلومړۍ ځل لپاره په دغو څلوروکلو کې را رواج  وموند .   افغانان حق لري دا پو ښتنه وکړي چې محترمو څنگه دمنلو وړده چې پاکستانيان او ايرانيان زموږ په هيواد کې دعزت خاوندان دی، ولي دوي په خپلو هيوادو کې شپه او ورځ په خپل ټول توان او طاقت دافغانو کډوالو دسپکاوۍ لپاره مټي رانغښتي دې ،او ددغو هيوادو زندانونه بيله کوم جرم او محکمې په افغانانو ډک دي . دلته دې هغه چارواکي چي دنوروپه نومو واټونه ياوي له پاکستان او ايران څخه دبل مثل کړونو غوښتنه ديوه سکرتر په سطحه نه بلکه ددولت په کچه وکړي تر څو دافغان عزت  ديوه انسان په توگه هر چيري خوندي وساتل شې .   دبشر دحقوقو دنړيوالي اعلاميې او نورو بشري قوانينو په اساس افغانان دا حق لري دافغانستان دحکومت څخه لومړي او په دوهمه درجه  دملگرو ملتو دسازمان څخه په همسايه هيوادو کښي ددوي سره دسپک او غير انساني چال چلندپه خاطر دحقوقو داعادې غوښتنه وکړې .   ",درد دل یک مهاجر ( د يوه کډوال د زړه درد) 291,معصوم هوتک - کاناډا," معصوم هوتک - کاناډا په خواشينۍ سره خبرسووچي دکندهار يومشهور اجتماعي اوفرهنګي شخصيت محمدحليم سليمي دليندۍ دمياشتي پر٢٣ مه ١٣٨٤ ش دچارشنبې په ورځ په يوه ترافيکي پېښه وفات سو اوپه داسبايې په کندهارکي خاوروته وسپارل سو. عمريې اتياکالوته رسېدی . ارواښامحمدحليم سليمي دمرحوم حاجي لعل محمدخان الکوزي (مشهورپه بابا) زوی دحاجي نورمحمدخان لمسی اودمحمدسليم خان کړوسی دئ . دمرحوم حاجي لعل محمدخان پېشه سوداګري وه خودی پخپله دخپل وخت دانشمندسړی و اودمولانای رومي مثنوي شريف  يې تل کوت  . سليمي صاحب دادبي ذوق څښتن و اوپه ځواني کي يې ادبي ليکنو او تحقيق ته هم وخت ورايسته . د(زموږليکني) په نامه يوه رساله يې په ١٣٣٦ ش کي اودوهم وارپه ١٣٧٥ ش = ١٩٩٦ ع کي چاپ سوې ده . سليمي صاحب دخطي کتابويوه ستره زېرمه درلوده چي دپښتواوفارسي ژبي خورا ډېر نوادرپکښې خوندي وو . دده دخطي کتابوزېرمه تل د افغاني محققينوپه واک کي وه او په ډېره سخاوتمندۍ سره يې خپل نوادر دمحققينواستفادې ته وړاندي کول زماياددي چي په يولړعلمي سيمينارونوکي دکندهاري سليمي دکتبخانې نوادرداستفادې او نندارې په غرض ايښوول سوي وو. کله چي دثورترفاجعې وروسته له هيواده وتلوته مجبورسو په نيويارک کي يې دافغاني فرهنګ دځينوخواخوږوپه ملتيا دلوی احمدشاه باباپه نامه يوه کتابخانه پرانيستله . له هيواده بهريې دفرهنګي کاروپه لړکي دکابل چاپ پښتوــ انګليسي قاموس دوهم وارتجديدچاپ کړ . په ورځني ژوندکي ښاغلی سليمي  ډېرجواد ، منور او مجلس آراء سړی و . دهيوادپه تنويري خوځښتونوکي دسليمي صاحب ونډه ډېره څرګنده وه اودهيوادله ټولوفرهنګي اوعلمي شخصيتونوسره محشوروپه تېره بيادعلامه حبيبي اوعلامه رشادله نزدې ملګرواوارادتمندانوڅخه و. زه دارواښادمحمدحليم سليمي مړينه يوه فرهنګي اوټولنيزه ضايعه بولم اوکورنۍ ته يې دزړه له کومي تسليت وايم . داڅوبيته مي ددغه ارواښادپه يادويلي دي چي له تاسي سره يې هم شريکوم .   زمانې لاس راته يـــــــــــــــــوکړی له اغياره سره              چي راڅخه  اخلي يـــومخ نازله نازورداره سره ټاپی دتلين اوجنازې ســره ملګری سونن (١)                 دصفتوشهنشاه مل ســــــــــــــــــوله سالاره سره پردې نامېنده دنياګۍ باندي مــــــاډېرليدلي                 چي ترګلونـــــــووه نازک ښخ سول له خاره سره دښايست مېنه کــــــړه سپېره ستادجفالښکرو               ژاړي به خــــــــــــودپاچادحسن له تاجداره سره غمنامې تاردئ اچـــــــــــــــــــولی دقلم غاړي ته                  شپېلۍ دغـــــــــــم ده ږغوي يې له سيتاره سره ته واښادي نه ده زوکړې زموږپرغولي باندي                 ته واخوښۍ ده کډه کـــــــــړې له سينګاره سره دغمنامې ســــــــرليک ته نن هغه ککره راغله                   چي پـــــه ماتم يې ژاړي ټول خېل له تباره سره ککرۍ نه وه مجموعــــــــــــــــه وه دنېکيودښو                    حلم وزغم صبرو مــــــــــــل له دې نامداره سره په څه مېړانه يې ســـــــــــــــهل دزمانې داغونه                    داغ داولادڅه هم ونه کړل ؟ له دې پلاره سره خوحــــــــــــــــــوادثوته ولاړودقيتول په شاني                     دغم لښکرباندي ډېرراغلل لـــه افشاره سره شکمن به نه ســـمه په مينه کي دهغه نيازمن                   که پس له مړيني سويوځای له خپل دياره سره پټۍ دګلوباندي کښېږدئ پرزخمي قبريې                      سليمي پروت دئ په لحدکي له پرهاره سره ۱۶ ډسمبر ۲۰۰۵ - کاناډا ",دارواښادمحمدحليم سليمي کندهاري غمجن ياد 292,رحيم الله سمندر," دسمبر ١٨مه کا بل افغانستان مطبوعاتي اعلاميه: افغان ژورنالست فهيم احسا ن په مزارشريف کې په نامالومه توگه تيره  شپه وژل شوى، دهغه کورنى له ويرې نه په دې اړه څه نه وايي. دژورنالستانو دخپلواکې ټولنې(AIJA) دمالوماتو له مخې احسان ٣٠کاله عمر درلود او په مزارشريف دولتي تلويزون کې يې يوه انتقادي پروگرام ((شهرما خانه ما)) وړاندې کاوه. دهغه پروگرام څو ځله دسمييزو چارواکو د کلکو نيوکو لاندې راغلى، په دغه برخه کې نوموړى څو ځلې تهديد او وهل شوى دى. دژورنالستانو خپلواکه ټولنه (AIJA) په دې اړه نورې پلټنې کوي چې هغه ولې او څنگه ووژل شو ؟ دنور مالومات له پاره رحيم الله سمندر دافغانستان دژورنالستانو خپلواکه ټولنه دداخلې وزارت سرک- شهرنو کابل تيلفون: ٢٢٠١٦١٩ موبايل: ٠٧٠٢١٤٧٤٨،٠٧٩٩٣٠٠٠٠٤   ",د افغانستان د ژورناليستانو د خپلواکي ټولني له خوا 293,ا . زمری," دافغان جرم  د زړه ژور زخمونه مې ګنډلي نه دې چا  ځګېروې او اوسیلې یې اوریدلي نه دي چا د ژوند له نغري نه مې ایرې وې تل په برخه  لمدې غوښې دتن مې تل داغلې نه دې چا؟ د هېلو له وجود نه مې لمبې دې تل ختلې  دا سوې ارزو ګانې مې ژغورلي نه دې چا طبیب راته جلاد شې شوکران مې مخ ته کېږدي  له حاله مې په مېنه هېڅ پو ښتلې نه دې چا دیار او یارانې په لټون اوړم په دښمنو  چې لاس مې وراوږد کړي دي پريکړي نه دې چا؟ د غرو او صحرا کاڼی یم له هر څه نه یم لیرې  په سهوه کې خواږه ماته کتلي نه دې چا پردي د پرديتوب په جرم ، خپل د خپلولۍ  نادودې خپلې مانه سپمولي نه دې چا اسمان ته که لاس جګ کړم نو تندرونه په ما اوري  یا داسې څه چې هیڅ هم اوریدلي نه دې چا جنون به هم شي تنګ په ما که ور یې شمه غېږ ته  رټلي په دنیا کې هیڅ منلي نه دې چا سزا دعمل حق ده خو زما په حق کې نه  د ښو په بدله کې بد راکړي نه دې چا؟ چې څه به شي را پیښ نور راته پته یې لا نشته  زما دلارې پای ته لا لیدلي نه دې چا تندیه ته دې مات شې چې دې مات راته ورمېږ کړ  درانه فکرونه سپکو ته ساتلي نه دې چا هېڅ پوه نه شوم د ژوند په خوند زمریه تر دې دمه  زما د تقدير لېکی لا لوستلي نه دې چا   ۸۰۶۰۲۰۰۱ ",دافغان جرم 294,ا. زمری,"  ستا د سترګو په دریاب کې ، تږی زړه لمبول غواړم  ستاد شونډو په لمبو کې د غمو سوځول غواړم ستا د وصل په جنت کې ،دهجران دوزخ نه تښتم  ستا د مېنې غیږ کې ګرانې،ستړی ژوندتیرول غواړم ستا د زلفو په هر موج کې دنظر بیړې ډوبیږې  جل وهلې سترګې دلته لږ په دمه تړل غواړم  د سپوږمۍ له پلوشو نه ستا تصویر ته قلم اخلم  هنګامه دې د ښکلا زه په اسمان خیږول غواړم ستا د غږ په سر او لې کې موسیقي لټوي ځان خپل  ترنم کې یې د مينې هر سرود غږول غواړم  د ښیګڼومجموعه یې خدای دی ساته له نظره  سپیلني غوندې دی مخکې دا خپل ځان دودول غواړم ",د ښیګڼو مجموعه 295,," جلالزی = کابل د بشر د حقونو د څار سازمان په افغان ولسمشرږغ کړی تر څو د امریکا د ولسمشر په مرستیال دیکچینی زور واچوي  خبري رسنۍ د (سم ظریفي) چه د بشر د حقونو د څار سازمان د اسیا د تحقیقاتي څانگي ډایرکتر دی له قول خبر ورکوي چه نوموړي ویلي له افغان ولسمشر حامد کرزي نه یې غوښتي تر څو افغانستان ته د امریکا د ولسمشر د مرستیال په ر اتگ سره پده زور واچوي تر څو د بگرام او کندهار د امر یکایي اډو تر څنگ په هغو 20 تر 30 امریکایي عملیاتي مرکزونو کښي د افغان بندیانو په حالت کښي ښه والی راولي چه ورسره ناوړه چلند کیږي . ټاکل شوی چه ښاغلی چیني به نن د افغانستان پلازمینه کابل ته روارسیږي او د افغانستان د نوي پارلمان د استازو په لمړی غونډه کښي به د گڼو شمیرو نورو بهرنیو سفیرانو او استازو په څنگ کښي گډون وکړي . د نوي پارلمان د پرانستونکي غونډي نه یوه ورځ مخکي د پلازمیني کابل په سویل کښي چیرته چه د دارالمان ماڼۍ پرته ده سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او ماڼۍ ته په پراته سړک د شخصي موټرو په گرز را گرز بندیز لگیدلی .دی نوی پارلمان ته د سیاسی چارو د ماهرینو په وینا د ښځو تر څنگ گڼو شمیرو پخوانیو جنگ سالارانو او د طالبانو ځینی مشرانو لاره موندلې ده چه ځینی بایلونکو کاندیدانو بیا د پارلمان د پرانستونکي غونډي نه یوازي یوه ورځ مخکي دا پارلمان یو داره ماړ او دوه مخي پارلمان وباله . ",دبشر د حقوقود څار ټولني پر افغان اولسمشر ږغ کړی 296, نويد لمر _كابل," لكه څنګه چي ټول خبرياست له څه مودي راپه دي خوا دښاغلي بشردوست اوښاغلي حنيف اتمر ترمنځ ديواوبل په وړاندي دنيوكو او ناندريولړۍ پيل شوي ، بشر دوست دكليودپراختياوزارت اودهغه مشرتوب په ځانګړي توګه ښاغلي اتمر په اختلاس ،اودرغليوتورن كړي اوزياتوي چي دغه وزارت له ټولووزارت خانونه زياتي پيسي ترلاسه كړي  نويد لمر _كابل  لكه څنګه چي ټول خبرياست له څه مودي راپه دي خوا دښاغلي بشردوست اوښاغلي حنيف اتمر ترمنځ ديواوبل په وړاندي دنيوكو او ناندريولړۍ پيل شوي ، بشر دوست دكليودپراختياوزارت اودهغه مشرتوب په ځانګړي توګه ښاغلي اتمر په اختلاس ،اودرغليوتورن كړي اوزياتوي چي دغه وزارت له ټولووزارت خانونه زياتي پيسي ترلاسه كړي خوهغه يي په سمه توګه نه دي لګولي اوپه كي يي درغلي اواختلاسونه كړي ،خوښاغلي اتمر داتورونه نه مني اودبشردوست تورونه دروغ ګڼي .چي دادي موږ ددښمنيوددي تودميدان يوه ننداره ستاسوحضورته وړاندي كووترڅوتاسوخپله پري قضاوت وكړي  سيد جلال جلال (دڅيړني اوتحقيق څارنوال )ما دښاغلي بشردوست نه داپوښتنه وكړه چي تا دحنيف اتمر په ضد دااسناد له كومه ځايه ترلاسه كړل ؟خومتاسفانه چي بشردوست وماته هغه مرجع ونه ښودل چي ده اسنادتري لاسته راوړي دي كاشكي داراپور اوتورونه حقيقي واي ،په څارنوالي كي يواصل دي هغه داچي څارنوالي بايد په پيښوكي تل بي پري وي اودچا طرف ونه نيسي ،موږ هم په دغه دوسيه كي همداچلند كړي دي  بشر دوست:يوه ولسي محكمه دي جوړه شي ترڅوداقضيه روښانه شي ،ولس نور په دولت اودولتي اداره باندي باورنه لري دادوسيه ډيره مهمه دوسيه وه او۴۱سندونه په كي وه خوڅارنوالي په دولسوورځوكي داقضيه وڅيړل اوبيا لويي څارنوالي خپل قضاوت اوفيصله اعلان كړه چي ډيره دخنداوړوه ،څارنوالي وايي چي دااسنادجعلي دي ،په داسي حال كي چي خپله اتمر پخپلومركوكي داخبره څوځلي كړي چي دااسنادزموږ دوزارت ډير مهم اوسري اسناددي داچا له وزارته ايستلي دي اوداسي اخطارونه يي هم وركول چي له دي امله به محكمي ته حاضير شي اوداخبره به څارنوالي ته وړاندي كړي . نوبيا څنګه لوي څارنوالي وايي چي دااسنادجعلي دي ،خپله اتمر داوايي چي په وزارت كي يي اختلاس شوي خوپه دومره لويه پيمانه نه دي چي دانديښني وړوي زه په افسوس سره داخبره كوم چي لويي څارنوالي ددي پرځاي چي يوه بي طرفانه فيصله يي كړي واي په يوه سياسي توطيه كي يي ګډون وكړ اونادرسته فيصله يي وكړه دكليودپراختيا په وزارت كي اختلاس ،بډي ،درغلي اورشوت خپل وروستي حد ته رسيدلي دي داوزارت دانجوګانونه جوړشوي اودانجوګانودګټودساتندوي په توګه عمل كوي انجوګاني داتمر اولادونه دي اواتمر دانجوګانوپلاردي خوداانجوګاني دافغان ولس يوازني دښمناني دي اودافغانستان ټوله هستي يي لوټ اوتالان كي ده  جلال: دجزا دقانون په اساس يوه دوسيه بايد موږ په ۳۴يا ۳۶ ورځوكي تكميله كړودادوسيه موږ ته دقوس دمياستي په ۵ تاريخ راغلي اونن دادي دقوس ۲۰نيټه ده موږ په دغه موده كي خپله څيړنه اوتحقيق بشپړكړ موږ دنده لروچي په تحريري توګه خپل دغه جريان اونتيجه لويي څارنوالي ته وړاندي كړو،اوهمداسي مووكړه . نطاق: داسى ښكاري چي د تحقيق مسوولينو د خپلى څيړنى په نتيجه كى د ښاغلى بشر دوست تورونه د ښاغلي اتمر په وړاندي بى اساسه گڼلي، اوس به وگوروچي د قانون له مخي د ا فترا جوړونكو سره څه ډول چلند كيږى.  سید جلال(جلال ):دجزا دقانون د۳۷۷مادي په اساس ددروغيني اطلاع اودحقايقودپټولوپه مبحث كي راغلي هغه كسان چي په نوروپسي تورونه جوړوي دجزا وړدي اوبايد جزاوګوري دلته ښاغلي بشردوست هغه تورونه چي په ښاغلي اتمر يي وارد كړي ويي نشوكړاي په دي هكله قانع كوونكي اسناداوشواهد وړاندي كړي  نطاق:اوس په دي هكله زياتي پوښني پيداشوي لومړي داچي ښاغلى بشردوست كوم اسناد چى د ښاغلي اتمر د تورن كولو په اړه تر اوسه وړاندى كړى. آيا دوى ددى اسناد و په رښتينى توب باور لاره او كنه؟ او دا اسناد يى له كومه تر لاسه كړى ؤ. بله خبره دا چي ښاغلي بشردوست ولى د دولت له نورو ادارو نه چى د اختلاس، رشوت او درغليو په ډنډونوكى ډوبى دى د كليو او پراخيا وزارت وټاكه.بله دا چي د دولت ډيرى ادارى او موسسات په بيلا بيلو ډولونو په درغليو او فساد باندى تورنى شوى دى او دوسيي يى په څارنوالى كى پرتى دى. خو لاتراوسه پورى څارنوالانو هغه نه دى څبړلى داچي د ښاغلى بشر دوست له خوا پر ښاغلى اتمر باندى د تورونو دوسيه يى په دومره چټكى وڅيړله او فيصله يى وكړه د څارنوالى له لورى دا ډول غير عادى خو ځښت هغه لويه پوښتنه ده چي د هر چا په ذهن كى پيدا كيږى. يوه بله پوښتنه هم داده چى مخكى له دى تورونو داسى ويل كيده چى شايد ښاغلى اتمر په راتلونكى كى د كورنيوچارو د وزير په توگه وټاكل شي. او ويل كيده چي اتمر د ښاغلي كرزى په حكومت كى يو فعال او خوڅنده وزيردى. دا چي څنگه په داسى حالاتو كى د اتمر په وړاندى د تورونو دوسيه جوړيږى او بيا بله پوښتنه دا چى د اتمر د بد نامه كولو لپاره د بشر دوست لاس ته دا ډول سندونه له كومى خوا لاس ته ورځى،داټولي هغه پوښتني دي چي لاتراوسه دهرچاپه فكر كي بي ځوابه پاتي دي  ترټولو مهمه لا داده چى ښاغلى بشردوست په ښاغلى اتمر دا تورهم لگولى ؤ چى تحصيلى اسناد يى جعلى دى چى له دى نه د يوى شخصى او ځانگړى د ښمنى بوي راولاړيږي چى د هېواد په اوسنيو حالاتو كى د دولت دلوړ پوړو چارواكو تر منځ دا ډول دښمنى د ولس د لازياتى مايوسى اوپه دولتي چارواكوباندي دلازياتي بي باوري لامل گرځى.هيله ده چي ددولت لوړپوړي چارواكي له داسي تورونواوناندريونه لاس په سر شي ،اوخپل وخت هيوادوالوته دخدمت په لاره كي وكاروي نه دنورودتورنولوپه لاره كي . ",دبشردوست اوحنيف اتمر ددعوا يوه ننداره !! 297,,"  نويد لمر _كابل  نطاق: د اوسني پارلمان ستونزى به ستاسو له نظره څه وى او پارلمان به له كومو ستونزو سره مخ شي؟ استاد سياف: زما په عقيده كومي ستونزي چې ولس ورسره لاس او گريوان دى همدا ستونزى به د پارلمان ستونزى هم وى. خوزه په دى باوريم چې دولس نماينده گان به پخپل ټول توان ددغو ستونزو د له منځه وړلو لپاره كوښښونه وكړى. نطاق: دا سمه ده چې د مجاهدينو مشرانو جهاد كړى خو اوس خلك وايى مجاهدين خپل جهاد په ولس خرڅول غواړى او په بدل كى بى د لويوڅو كيو او په واكمني كى د لويو مقامونو غوښتونكى دى؟ استاد سياف: الحمدالله مجاهدينو په حقه جهاد كړى او دا جهاد بى د خداى په لاره او د اعلى كلمته الله په لاره كى كړى. موږ هيڅكله هم دا كوښښ نه دى كړى او نه به يى وكړو چى دواكمنى او څوكۍ لپاره كارو كړو او خپله لاره پريږدو موږ دولس خادمان يو او د ولس په خدمت كى به يو. نطاق: لكه څنگه چى تاسوته مالومه ده د نوروگوندونو لكه خلق او پرچم نماينده گان هم پارلمان ته راغلى دى او دلته داسى ښكارى چې اكثرو د تنظيمونو مشرانو د پارلمان مشرتابه ته ځانونه ټاكلى دى چې له دوى نه به ضرور كوم يو مشرتابه ته كامياب شى. نوتايوفكر نه كوي چي بيابه د دغو نورو گوندونو د نماينده گانو سره اختلافات را ولاړ نشى؟  استاد سياف: دا تصور به ډير بى ځايه وى كه چيرته كوم جهادى مشر د پارلمان څوكۍ ته وټاكل شى نو د نورو سره به گوندى توب او د اختلاف لاره خپله كړى. ټول زموږ وروڼه دى. او موږ ټول به دوروڼو په څير د ملت په دغه كور كى ژوندو كړو او د وطن او ولس په دردونو به بحثونه او مشورى كوو. او بل دا چى موږ به هڅه وكړو ترڅو داسى پرهيزگار شخص د پارلمان مشرتوب ته وټاكل شي تر څو ټولو ته د منلو وړوى. نطاق: كه چيرته پارلمان او كابينه كوم سازش ته ورسيږى او داسى هڅه وشي چې ځينى د پارلمان غړى كابينى ته لوړشى آيا تاسى فكر نه كوى چى د داسى غړو په موجوديت كى چې له پخوا نه په جنگى جرمونو متهم دى په دولتى اداره كى به د جنگى مجرمينو پله لادرنه شى او په دوهمو او دريمو واحدونوكى به هم ددغوكسانو خپل نفر وټاكل شى او د نشى موادو مافيا به نوره هم پراخوالى ومومى؟ استاد سياف: تاسى مطمين اوسي هيڅ سازش ته به څوك موقع ورنه كړى او بل دا چى موږ په هره وسيله چى كيږى د پارلمان له لورى به د نشى موادو او مافيا پرضد پياوړى گامونه اوچت كړو او داسى قوانين به رامنځته كړو چى ددغو موادو د استعمال او قاچاق مخه ونيول شى. نطاق: ستاسو په نظر د اوسنى دولت له كارونو نه راضى ياست.؟ استاد سياف: دولت پخپل دومره موده كى ځينى مهم كارونه هم كړى، خو يوه خبره چى ټول ولس ترى ناراضه دى او يو روښانه حقيقت دى هغه ادارى فساد دى. د دولت په اداره كى ادارى فساد خپل اوج ته رسيدلى دى او اصلاح كول غواړى او كه اصلاح نشى نو بالاخره دغه فساد به د نشى توكيو د مافيا سره هم لويه مرسته وكړى او د هغى د پيشرفت لپاره به لازياته لاره او اره كړى. ", داستادسياف لنډي خوتودي خبري!! (دطلوع پرهنداره ) 298,,"   دښار ټول واټونه دترافیک پر مخ تړل شوي پر هره لار کوڅه دملي پولیسو او ملي اردو سرتیري امنیت ساتي دنړیوال مرستندویه ځواک یا ایساف چورلکې له اسمانه دکابل امنیت خوندي کوي خواران کیلو مټره پلي مزل کوي ځکه د موټرو گرځیدل بند دي. ولسمشر کرزي دکابل ټولې ادارې رخصت کړي دا هر څه پدې موخه کیږي چې نن دوشنبه دنوي پارلمان دناستې لومړۍ ورځ ده. دامریکې دمتحدو ایالاتو مرستیال ولسمشر ډیک چیني او نور ډیپلوماتیک استازي میلمانه کابل ته راځي او دپارلمان پدې لومړۍ ناسته کې به برخه اخلي.  ",نن په کابل کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي. 299,عبدالله شاه ژوندون,"        غزل ژوندون مې له غمو سره اشنا دی باک يې نه کړم دلبره ستا يو غم که پرې بالا دی باک يې نه کړم وصال د سر په بيه لا وړيا راته ښکارېږي دلبر که مې راضي شي زما رضأ ده باک يې نه کړم بې غمه خلك نه وي کوم محفل کې چې زه ناست يم قبول مې د تقد ير دا تقاضا ده باک يې نه کړم د اوښکو په ځای وينې مې په مخ باندې بهيږي د عشق دليونيانو دا سزا ده باک يې نه کړم د يار د شونډو جام ته که څوک دام د تورو کيږدي د اښکار زماژوندون ددرد دوا ده باک يې نه کړ م ژوندون  ",غزل 300,," ملي سرود وغږول شو او بیا دزده کونکو له لورې یوه ترانه وویل شوه. ورپسې دملي شورا دلنډمهالې دارالنشاء مشر عزیز لودین دملي شورا غړیو ته مبارکي ورکړه او دملي شورا موقت ریس قاضي امان الله یې غونډې ته وروپیژانده. درحيم ګل څاروان راپور او د AP انځورونه   نن دوشنبه په لسو بجو دافغانستان نوې ملي شورا دواړو څانگو یعنی ولسي جرگې او مشرانو جرگې په گډه لومړۍ ناسته وکړه. غونډه دقاري صیب برکت الله سلیم له خوا دڅو مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شوه. ملي سرود وغږول شو او بیا دزده کونکو له لورې یوه ترانه وویل شوه. ورپسې دملي شورا دلنډمهالې دارالنشاء مشر عزیز لودین دملي شورا غړیو ته مبارکي ورکړه او دملي شورا موقت ریس قاضي امان الله یې غونډې ته وروپیژانده. ورپسې پخواني پاچا ظاهر شاه لنډه وینا واوروله او دملي شورا دجوړیدو په اړه یې برخوالو ته مبارکي وویله. ورپسې ولسمشر کرزي دملي شورا غړیو ته سوگند په دواړو ژبو پښتو او دري ورکړ او وینا یې واوروله. ښاغلي کرزي په وینا کې دده دحکومت لاس ته راوړنې په گوته کړې او دهیواد ددرېيمې قوې دجوړیدو په اړه یی افغانانو او دملي شورا غړیو ته مبارکي وویله.  ښاغلي کرزي له لنډمهالې ادارې نیولې او دملي شورا تر جوړیدو ددولت پر ټولو لاس ته راوړنو پوره یو ساعت وغږېد. له افغانستان سره دمرستندویو هیوادونو له مرستو مننه وکړه او له ځینو هیوادونو سره دهمکارۍ دتړونونو یادونه وکړه. ښاغلي کرزی په هغه څه هم وغږېد کوم چې دده په وینا دولت پکې پاتې راغلی له تروریزم سره جگړه او دکوکنارو دکرکیلې په پوره ډول دنه لمنځه وړل یې پر گوته کړل. دخپلې وینا په پای کې ښاغلي کرزي په ژړغوني اواز دپارلمان استازو ته دهیواد پر ناخوالو وغږېد کومې چې دجنگ په کلونو کې پرې تیرې شوي، چې دپارلمان دډېرو استازو له سترگو یې اوښکې وبهولې. ددغې په پای کې دمشرانو جرگې غړي او پخواني ولسمشر حضرت صبغت الله مجددي دعا وکړه او دافغانستان سوکالي يې وغوښته. دملي شورا موقت ریس دنن ورځې غونډه ختمه وگڼله او دسبا ورځې دغونډې پیل یی په نهو بجو اعلان کړ.   په دغې غونډې کې دامریکې دمتحدو ایالاتو مرستیال ولسمشر ډیک چیني هم برخه لرله. د يادوني وړ ده چي د ولسي جرګې په لومړنۍ غونډه کي دملي سرود د جميعت او نظار شورا پخوانۍ ترانه وږغول شوه .   ",ملي شورا لومړۍ ناسته وکړه. 301,," ", 302,سهار گل,"    د بشري حقونو نړيوال سازمان ويلي چې دوی د امريکايي ځواکونو له خوا د افغان بنديانو د ځورولو په اړه يو شمير رپوټونه ترلاسه کړي دي.      د نوموړي سازمان څارونکو خبر ورکړی چې ددې رپوټونو پر بنسټ، اته تنه افغانان دامريکايي ځواکونو په پټو زندانونو کې کړول شوي چې اوس مهال د ګوانتانامو په بند کې پراته دي. نوموړو څارونکو همدا راز ويلي چې هغو دا رپوټونه د دغو بنديانو د وکيلانو له لارې چې د هغو سره اړيکې لري، لاسته راوړي دي.      دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د نړيوال سازمان يو استازي هم له ولسمشر کرزي څخه غوښتي ؤ چې افغانستان ته د امريکايي مرستيال ولسمشر له راتګ سره، پر هغه زور واچوي چې په امريکايي زندانونو کې دې له افغانانو سره د بد چلند مخه ونيسي. ",په امريکايي زندانونو کې افغان بنديان ځورول کيږي 303,سهار گل,"   د اسرائیلو لومړی وزير، اريل شارون د يوې سپکې سکتې وروسته روغتون ته رسول شوی دی.     د هغه روغتون چارواکي چې شارون د درملنې لپاره هلته ليږدول شوی، وايي چې اوس مهال د نوموړي روغتيايي حالت ښه دی. د شارون په وينا، نوموړي تيره ورځ له خپل کاري دفتر څخه کور ته د راستنيدو پر وخت د نارامۍ احساس کاوه او په پای کې د سکتې سپکه حمله پرې راغله. دا چې شارون پخوا هم د مغزو او يا زړه له کومې ناروغۍ څخه رنځ وړ او که نه، نه ده په ډاګه.     له بله پلوه، د ليکود ګوند چې شارون يې پخوا مشري کوله، نن خپل سر مشريزې ټاکنې ترسره کړې. ليکود ګوند به وروسته له دې خپل د پخواني مشر اريل شارون په مشرۍ د فاروارډ ګوند په وړاندې دسياست سيالي پيل کړي.   ",د اسرائيلو لومړی وزير روغتون ته وليږدول شو 304,محمديوسف خدمتګار مزدورزوی,"     پښتو ژبه دپښتو ده دغيرت ده پښتو ژبه ديوالي او وحدت ده   پښتو تشه په پښتو خبرو نه ده پښتو ژبه دورورۍ او محبت ده   پښتوحق دنورو پيژني خپل ساتي پښتو  ژبه  د جرګو او مصلحت  ده   پښتو کله په بي وزلويرغل نه کړي پښتو  ژبه  دايمان اوشجاعت  ده   پښتو ساتي احترام   دنوم  انسان پښتو ژبه دعالي خوئ او خصلت ده   پښتو ننګ پښتوحيا پښتوپرده ده پښتو  ژبه  د حقوقو  قانونيت  ده   په پښتو که پښتون پوه شي پښتو وکړي پښتو  ژبه  د  وفا او  صداقت   ده   پښتو رسم  اور واج  د پښتنو  دئ پښتو لوړ شان اوشوکت دافغانيت ده   خدمتګار په پښتو تن  اوروح بايللئ چې  پښتو  يي  خوږ ه  ژبه  د ملت ده   کب ١٣٨٠ل -  ناروې ",پښتو 305,," ع : نورزى - هلمند دهلمندپه سنګين ولسوالۍ كښې دلويولارودپوليسويوموټروسوځيداويوتن ئي زخمي شو . تيره مازيګردهلمنددسنګين په ولسوالي كښې هغه مهال دلويولارودساتونكويوموټرتروسلوال بريدلاندى راغلي كله چي ئې دلويي لارې څارنه كول دلويولارودساتونكى لواء قومندان الله نورلږشېبه وړانداى دبېنواخبريال ته په يوه ټليفوني تماس كي وويل : چي په وسلوال بريدكښې ئې يوموټرسوځيدلي اويوتن ئې زخمي دى نوموړى زياتوي (( تربريدوروسته موږپه سيمه كښې عمليات پيل كړل اودعملياتوپه ترڅ كښې مودوه طالب جنګيالي ونيول . نوموړي بريدوروسته له هغه كيږي چي كابودوې اونۍ مخكښې هم دسنګين په ولسوالي كښې دامريكائې ځواكونوپريوكاروان بريدشوي وو خوهغه وخت دولتي چارواكوويلي وه چي وامريكائې ځواكونوته كومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې .   ",د هلمند په سنګين ولسوالي کي پر پوليسو بريد وشو 306,," ", 307,," پښتانه اودپښتوژبې غميزه",(پښتو ويل ، پښتو ليکل او پښتو چلول) 308, پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی (ځدراڼ) جرمني,"  دلوی څښتن (ج) په نامه (پښتو ويل ، پښتو ليکل او پښتو چلول) دکابل پوهنتون دطبيعي علومو پوهنځی پخوانی استاد ، داټومي انرژۍ مسئول مشر ،دهستې فزيک پوه اودطبي فزيک متخصص:  پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی (ځدراڼ)  جرمني   پښتو ويل ، پښتو ليکل او پښتو چلول دلوې اوملي شخصيت غازي وزيرصاحب محمد ګل مومند هغه علمي خبرې دي چې تر نن ورځ پورې پښتنو ته ديوې فرهنګي درس اولارښود په څيرپاتې شوې دي. نوموړې ولسي اوعلمي شخصيت د پښتنو اودپښټوژبې غميزې په هکله ډيرې هلې ځلې وکړې (١ ). خو مخکې له دې چې دپښتنو او دپښتو ژبې دغميزې په هکله څه وليکم نوضرورګڼم چې په دې اړوند دپښتوژبې دلرغونوڅيړنو او پيښليک په هکله دژبپوهانوعلمي کارونولنډه يادونه وکړم ( ٢ ). ريګويدا، په څلوروواړو ويدونوکې هغه لومړنۍ کتاب دئ چې داريائيانو دژوند سره تړاولري او په دې کتاب کې چې دليکلو نيټه يې نژدې يونيم زر کاله دميلاد نه مخکې ښودل شوې ده ، دپښتون نوم ، پښت، پکهت د ګډ دود په تو پير سره ليدل کيږي او نور ويدونه لکه يجرويد، سام ويد، او اتهر ويد له هغه وروسته ليکل شوي دي چې په هغو کې دپښتنو دسيمو نومونه لکه بلي کا يابلخ تکرارشويدي. وروسته له هغه چې اوستائي ژبه راځي چې ستر زراتوشتر( زردشت) ورباندې خپل سپيڅلئ کتاب ( اوستا ) وليکلو چې په ايران کې د ساسانيانودواکمنۍ هم مهاله ګڼل کيږي او په وروستيو پيړيو کې چې په( اوستا ) له غرضه ډکې شرحې او تفسيرونه وکښل شول نو هغه يې د زند او پازند په نومونو باندې ونومول. دپام وړ خبره داده چې داوستا ژبه دپښتو ژبې خور پيژندل شوې اوګڼ شمير وييي (لغتونه) په دواړو ژبو کې شريک موندل شويدي. همدغه سبب وه چې د ستر زردشت دکورنۍ نوم سپيتامن يا سپينتمان و چې هم سپين او هم تمان يا تومنه پښتو کلمې دي. د اوستا دليکل کيدلو نيټه يوزرکاله دميلاد نه دمخه ښودل شوې ده ( ٨ ). دبلې خوا په هند کې د سنسکرت ژبې په جوړښت اوددې ژبې لپاره ديو بشپړ مېتود او ګرامرپه منځ ته راوړلو او کښلوکې داباسين او اټک دغاړې او سيدونکۍ پاڼي نې نې يو بنسټيز رول لرلی دی او دغه پوهاند هم په پښتنو کې حساب شوی دی او ژبپوهانوپه سنسکرت ژبه کې هم دپښتو ګډ لغا تونه موندلي دي اوداټول دپښتون قام او پښتو ژبې دزرګونو کالوژوند او برم ثبوتونه ګڼل کيږي. د استاد حبيبي په وينا دغوريانو او سوريانواو په راوروسته کې د هوتکيانو په دربار کې پښتوويل کيدله. استاد کهزاد ثابته کړې ده چې دستر زردشت په مهال چې کله اوستا وليکل شونو په بلخ کې دپښتون ګرشاسپ یا غرشاه غرغښت واکمني وه او زر دشت دهمده دمرستې په اساس اوستا خپور کړداځکه چې نوموړۍ دزردشت نژدې ملګرئ او دوست وه. ويل کيږي چې غرشاه غرغښت لومړنۍ سړۍ وه چې زردشتي دين يې ومنلو. نن ورځ دپاس يادشوواثارو برسيره د نوروباوري ا ومستندوتاريخي اثارو اوکتابونو له مطالعې او په دې هکله له يو لړ علمي او تاريخي څيړنو( ٢) او بحثونو څخه په روښانه توګه داحقيقت جوت څرګنديږي چې پښتوژبه دپخوانيو آريايانودژبې چې (اريک) نوميده او څوزره کاله مخ کې له ميلاد څخه موجوده وه دنوموړې ژبې هسته اوياپه بل عبارت مورګڼل کيږي. ځکه دآر کلمه اصلا پښتو او داصيل ، نجيب ، کروندګر اوبر سيره پردې ځينې نورې معناوې او مفاهيم هم افاده کوي چې(آريانا) یې ځای دئ . لکه چې يو شاعر د آر کلمې په هکله داسې وايي: شيخ متۍ چې خليلي وه ــــــ دئ له آره لوی ولی وه. یعنې له اهله لوی ولی وه.( په دې هکله دسانسکرت اوستازرند او پازند مطالب د يادونې او پاملرنې وړ دي). خو له بده مرغه چې ددې تاريخي ، اصيلې اولر غونې ژبې دپرمختګ، پيژندنې، سمسورتيا او پراختيا لپاره لکه چې لازمه ده او يا ورته اړتيا شته دتاريخ په اوږدو کې دمختلفو حکمتونو، قدرتونواو شخصيتونو له لوري ورته کار او خدمت نه دئ شوئ او حتی په خپله پښتنو هم ددې پر ځای چې ددې ژبې د علمي کيدو او پر مخ تګ لپاره کاروکړي نو دخپلې لر غونې ژبې پر ځاې يې د پردو ژبو دتعميم او تقوی لپاره چټک ګامونه اخيستي دي او ډير کتابونه او علمي اثار يې په نورو ژبوليکلي او خپله مورنئ ژبه يې هيره کړې ده او يا يې ورته پاملرنه نه ده کړې. نو له دې کبله که څه هم په پښتوکې زيات علمي، تاريخي او نامتو پوهان او نابغان مو جودوه اودي خو هغوی دپښتوژبې لپاره څرنګه چې ښايي کار نه دى کړئ نو له دې کبله په پښتو ژبه کې سره له هغې هم لکه چې لازمه ده زيات مختلف او ډول ډول کتابونه او اثار نه ليدل کيږي او دا تاريخي ، لرغونې او جامع ژبه دنړئ د بيرته پاتوهيوادو ژبو په ډله کې راځي. خو کله چې ما خپلې لوړې زده کړې تريو څه حده پورې سرته ورسولې نو دې مهمې نيمګړتيا او نقصان ته ځير شوم او له ځان سره مې وويل ددې لپاره چې يوه ژبه ترقي او پر مختګ وکړي بايد تر وسه وسه زيار وه ايستل شي چې هغه ژبه علمي او ډول ډول کتا بونه پر هغه ژبه وليکل شي تر څو دعلم او پوهې مينان ورته اړتيا پيدا کړي چې له دې کتابونو او اثارو څخه يې ګټه واخلي. نوموړې موخې ته درسيدو په هيله زمالومړنۍ هلې ځلې او دطبيعي علومو په څانګه کې د کتابونوليکل هغه وخت پيل شول کله چې زه په ١٩٨٠ميلادي کال کې د کابل په پوهنتون کې داستاد په صفت مقرر شوم او دافغان ولس دمطلق اکثريت په ژبه يعنې پښتوژبه مې لکچرونه پيل کړل. په دې اړوند لازم ګڼم چې په سترګو ليدلاې او پر ما تير شوى حال د تاريخ پاڼو ته وسپارم چې زه څرنګه په کلتوري لحاظ په خپل وطن کې لکه يوبهرنى او پردئ پوه يوازې پاتې شوم. کله چې ماپه نوموړي کال کې په پښتو ژبه لکچرونه پیل کړل نو دزده کوونکو مظاهرې زما په مقابل کې راپورته شوې چې دفاشست په شعار ورکولوسره بدرګه کيدلې او زما په ضد هر اړخيز دومره زيات سياسي او فرهنګي فعاليتونه روان شول چې حتې زما ژوند هم د خطر سره مخامخ شو. ما پخپله دغه ټول تورونه او ستونځې پر ځان قبولې کړې دا ځکه چې زه داسلام او اولس په حقه لار روان وم. داسلام په لار ځکه روان وم چې لوىڅښتن تعالى (ج) ديوه قوم ژبې ته غټ اهميت ورکړئ دئ. . دبيلګي په ډول د ژبې په اړوند په قران شريف کې راغلي دي چې الله تعالې فرمايي: (٣) (سور ت لا ا براهيم ٤ ايات شريف) : وما ارسلنا مِن رَسُولٍ اِلابِلِسان ِقومِهِ لِيُبيِنَ لهًَم فيُضِلُ اللهُ ژباړه :- او نه دی ليږلی موږ هيڅ رسول مګرخو په ژبه دقوم دده چې بيان کړي دوې ته امر او نهې دالله ).   لوى څښتن تعالى (ج) په بل ځا ى کې ژبه او شونډې په مهمو نعمتو نو کې ياد کړې دي. نو زما په فکر سره چې څوک د لوىڅښتن تعالى (ج) امر پلئ کوي نو دا هم د جهاد يو شکل دئ چې د پښتون قوم طبيعي حق پر ځاې کړي او پښتوژبې ته هر اړخيزخدمت وکړي. دياد شوو دليلونو په رڼا کې او دټولو ستونځو او اخطارونوبر سيره مې په پښتو ژبه لکچرونو ته دوام ورکړ. تر څو چې په دې شخړه کې دلوړو او مسلکي تحصيلاتو له خوا يو کمسيون وټاکل شو چې لاندنئ پريکړه يې وکړه. ( ډاکتر سلطانزي حق لري چې خپل لکچرونه د ١٩٦٤ ميلادي کال د اساسي قانون سره سم په پښتو ژبه ورکړي. په دې شرط چې يوژباړونکئ مرستيال دپښتو لکچرونه په دري یا فارسي ژبه زده کوونکوته واړوي). د١٩٨٠ څخه تر ١٩٨٦ ميلادي کاله پورې زما لکچرونه په پښتو ژبه مخ په وړاندې ولاړاو زه هم په دې ډول دبهرنيو استادانو په بهير کې ورګډشوم چې ژباړونکي ورته مقرر وو. په داسې حال کې چې دواک فو نډيشن 1)) دشميرنې په اساس دافغانستان لږ څه دری شپيته په سلو کې خلک په خټه پښتانه دي خوپه خواښينۍ سره بايد ووايم چې دغه مطلق ډیرکیو هم په دې زور وه نه رسيده او يا یې نه غو ښتل چې زما څخه دفاع و کړي. خو بيا هم زه په نوموړې موده کې دطبيعي علومو په څانګه کې ددوه پښتوکتابونو په ليکلو بريالئ شوم. په دې اړوند بايد چې ديوه بل ملګري او د کابل پوهنتون د بيالوژي ديپارتمنت نامتو استاد پياوړئ پوهاند ډاکتر ميرازئ نه ستړې کيدونکې هلې ځلې اوخدمتونه چې د پښتو ژبې په پوهنيز کيدلو کې يې د ګڼوعلمي اثارو په خپرولو سره کړې دي د يادولووړ ګڼم. پوهاند ميرازئ هغه لومړئ پوهنيزملي او علمي شخصيت دئ چې لږ څه دديرښوکالو را پدې خواد کابل په پوهنتون کې په پښتو ژبه لکچرونه ورکوي. دنوموړئ فرهنګي ، علمي او ملي شخصيت په مقابل کې هم ډيرې دسيسې ، اخطارونه اوناوړه پلانونه شوې او هم اوس روان دي. که څه هم ما خپلې لومړنئ زده کړې درحمان بابا او خوشحال خان خټک په ليسوکې تر سره کړې دي خودځوانئ په همغه موده کې دنوموړو نامتوعلمي، ادبي او ديني ملي پښتنو ښخصيتونودشعرونو، لار ښوونواو نورو اړخونو په هکله مې دومره ډيرژورفکر نه ووکړئ خوکله چې په ١٩٦٢ ميلادي کې شهيد سردارمحمد داود صدراعظم په منظورۍ دڅونوروملګرو سره يوځای ديوه تحصيلي بورس په اخيستلو بريالۍ شوم اوبيا د جرمني هیواد ته راغلم او بیا له هغه وروسته مې دهستې فزيک اوهم د درمل پوهنې په تړاو زده کړه او پوهه تر لاسه کړه نوبيا راته څر ګنده شوه چې دپوهانوليکل شوي اثرونه په تيره بیا د طبيعي علومواو د موډرن تکنالوژي په اړوند اوبرخه کې ديوه هيواد دپرمختګ، هوسايي او نيکمرغي لپاره څومره ارزښت لري. دا هم بايد زياته کړم چې دهريوه کتاب ليکنه او په تيره بيا دعلمي،تاريخي او فرهنګي اثرونو او کتابونو ليکل راتلونکي نسل ته پر يښودل خورا اهميت لري ځکه که چيرې دنړئ ډير پوهان لکه داسلام دين او نورو آديانو پوهان ، ساينس پوهان ، ادب پوهان او نوروعلوموپوهان اوس ژوندي هم نه دي خو موږ کولاې شو چې دهغوې دليکل شوو اثرونوله لارې هر وخت چې وغواړو تماس او اړيکې ونيسواو دهغوې پوهې څخه ګټه واخلو. دوهمه برخه ",پښتانه اودپښتوژبې غميزه 309,پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی (ځدراڼ) جرمني,"   (پښتو ويل ، پښتو ليکل او پښتو چلول) دوهمه برخه : خو موږ کولاې شو چې دهغوې دليکل شوو اثرونوله لارې هر وخت چې وغواړو تماس او اړيکې ونيسواو دهغوې پوهې څخه ګټه واخلو. دبيلګي په ډول څلور سوه کاله دمخه د افغان و تلو ملي شا عرانو هر يوخوشخال خټک او رحمان بابا دپښتونولۍ ، ادب، شعر، فرهنګ او خپلواکې دارزښتونوپه اړوند يو نوې پړاو پرانيستلوچې موږته لکه دخلاصې خزانې په څير ميراث را پاتې شوىدى. دنوموړو شاعرانوددرس له برکته يو بل افغا ن شاعر دطبيعي علومودارزښت په تړاوخپل ټبر ته په لاندې شعرکې دپوهې او سيالۍ خطا ب کوي .   څه ساده دئ دا پښتون چې تربګني کا     زه دزړه وينې په څښم دئ دښمني کا خلکو لاندې تر پښو ستوري سپوږمۍ کړل دئ       لا دوو ميږو ته ناست دئ اوشپني کا   همدارنګه دپښتو ژبې وتلی شاعر، مذهبي ، صوفي او روحاني شخصيت رحمان بابا د اسلام مبارک دين او هم د پښتو ژبې لپاره نه هيريدونکي ستر تاريخي خد متونه کړي دي.د نوموړې ادبي شخصيت او فيلسوف د عامو خلکو د ښه پو هيدلوپه خاطر د اسلام لاره او احکام د شعرپه جامه کې بيان کړې دي او بر سيره پردې پښتانه د پښتو ژبې کتابونو ليکلو ته هڅوي چې دلاندني شعر څخه په ښکاره توګه څرګنديږي. ( ٤ )   ما چې خال داستا دوريځو په ميان وليد     نه بل هسې رنګ امام شته نه محراب يوکتاب هم په سړبن کې چا وه نه کړ      بې رحمانه چې يې وکړدا کتاب   په قرا ن شريف کې هم مسلمانانو ته لږ څه يونيم زر کاله دمخه په داسې حال کې چې په هغه وخت کې لويديځه نړۍ لاد طبيعي علومو په اړوند ډيره لږپوهه درلوده او يايې ښايي نه لرله خو الله تبارک او تعالى په لاندني ایات شریف ( سورت النفال ٦٠ ايات شريف) کې مسلمانانو ته امر کړئ دئ چې د سا ينس اوتکنالوژي زده کړه داسلام مبارک دين او دمسلمانانو ددفاع په خا طرتر خپله وسه پورې پر مخ بوزئ . او داسې شيان او وسايل اختراع او اماده کړئ چې دستاسو دښمنان او مخالفين يې لري. تر څو هغوئ ور باندې وويروئ. (٣): وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ   او که چيرې دوى سولې او روغې ته حاضر شي نوتا سو هم خپل وزرونه ورته خپاره کړئ ( سورت النفال ٦١ ايات شريف ) وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ    کله چې ماته دکلونو په اوږدوکې داڅرګنده شوه چې د طبيعي علوموپه برخه کې په پښتوژبه دنړئ نوروژبو په پرتله تر نن ورځې پورې ډيرکم علمي اثرو نه ليکل شوي دي نو ما خپله ايماني، وجداني اوملي دنده وګڼله چې په دغه ملي او اسلامي لاره کې زه هم د وس سره سم خپلې هلې ځلې وه نه سپوم. همدغه شان د اسلام مبارک دين دلارښوونوسره سم دخپلې مورنئ ژبې پالل اوعلمي کول ديوه قوم او ملت نه يواځې طبيعي حق بلکه مهمه فريضه او دنده ګڼل کيږي چې په ورځني ژوند کې يې ترسره کړي.په دې تړاو په قران شريف کې راغلي دي: ( سورت القصص ٧٦ ايات شريف ) ژباړه : ( او مه هيروه برخه خپله ( څه شی چې دتا په نصيب شوې دې لکه مال اومورنۍ ژبه اونور ) په دې نړې کې او مرسته کوه (له بندګانو دالله سره) لکه چې احسان کړې دی الله له تاسره. دا په دې مانا چې ژبه هم دلوې خداې دډیرونعمتونوڅخه يومهم او سترنعمت دئ چې د بنده په نصيب رسيدلۍ دئ. له پورته يادشوي مبارک ايات شريف څخه دانتيجه هم اخلو چې پخپله ژبه دوګړوتر منځ نه يوا ځې دخبرو اترو اودپوهيدلویوه وسيله ده بلکه ديوه قوم دپيدايښت سره تړلئ طبيعي حق اوځانګړئ خدايي نصيب اويومنل شوئ نعمت ګڼل کيږي. نو له دې کبله دايوه مشروع کړنلاره ده چې دغه نصيب يا برخه بايد په ملي اونړيواله کچه وروزل ښي اوورڅخه دفاع او ملا تړ وشي. زما په فکرسره چې دپښتوژبې داثاروهر اړخيز کمښت به ډير علتونه ولري چې دهغو څخه به يو څو غوره علتونه دلته په ګوته کړم. لومړئ علت : دافغانستان په ټول پيښ ليک کې پښتنو واکدارانودښخصي ګټو او دخپل قدرت دساتلو په خاطردعام ولس خدايې او طبيعي حق يعنې دپښتوژبې پالنه، پرمختګ تر پښو لاندې کړې اوپر ځاى يې پرديوژبو ته په سل ګونوکالو خدمت کړې دئ چې البته دالړئ همدااوس هم دغوڅ ډيرکيو په ضد روانه ده. همدا سبب دی چې دژبې ستونزه ديوې ملي – رسمي ژبې په توګه لا تر او سه پاتې ده. دوهم علت : پښتوژبې ته په هر اړخيزه توګه په هر وخت کې ډيرزيان اوتاوان رسيدلئ دئ او هغه داچې د پيړيو راهيسې د دښمنانواو مخالفينوهغه منظم خاينانه پلانونه ديادولو وړ دي چې اوس هم دګاونډيوهيوادونو اومختلفو کړيوله خوا ر وان دي اوپه نتيجه کې د پښتوژبې او فرهنګ هرډول اثاريې په ښکاره اویاپه پټه ډول لکه دجګړو په موده کې سوځولي يا يې خرڅ کړي او يا يې تر خاورو لاندې کړي او يا يې ور باندې ملنډې و هلې دي دي. دريم علت: دپښتنو پخپل منځ کې نه يووالۍ او بې اتفاقي يو بل هغه غټ، ځوروونکۍ اودردوونکۍ علت دي چې دپيښ ليک په اوږدو کې په ميراث راپاتې دۍ او دهر پښتون په حجرو کې چې زه هم ځان ورسره شريک ګڼم لکه ديوې ناروغۍ په ډول ځاى نيولۍ دى چې په نتيجه کې يومنظم تشکيل او کړنلاره منځ ته نه شي راتلاى. که څه هم د نوموړې ناروغۍ تشخيص په سلګونو کالونه پخوا د ځينو پښتنو مشرانو دبيلګي په ډول لکه خوشحال خټک اونوروله خوا په ګوته شوىدى خو د درمل په اړوند يې تر اوسه پورې هيڅ هم نه دي تر سره شوي. دپښتنو دبې اتفاقۍ په هکله خوشحال خان خټک داسي ويرکوي (٥).   هره چاردپښتنو تر مغل ښه ده     اتفاق ورلره نه شته ډير ارمان که توفيق داتفاق پښتانه مومي     زوړخوشحال به دوباره شي لکه ځوان   خوشحال خان خټک هغه يوازنۍ فرهنګي ملي ښخصيت تير شوې دی چې په پښتنو اوپښتو ژبه مين اوپه خپل وخت کې دپښتو ژبې وروسته پاتې کيدواو غميزې ته ترنوروټولوزيات متوجه وه. دپښتوژبې او دپښتون داړيکې په اړوند دډيرزړه سوځې نه بيا داسې ناره کوي.   ما خوشحال چې په پښتو شعر بيان کړ د پښتو ژبه به اوس په اب وتاب شي د خوشحال سره که کښينې يو څوکاله     دادغره خټک به واړه شاعران شي   خوشحال خان په بل ځاې کې پښتون او د پښتو ژبه ديوه او بل سره دليلا او مجنون په ډول تړلي ګني اووايي:   په پردۍ ژبه خبرې پښتون نه کا    بې ليلا بله سودا خومجنون نه کا   د پښتنو تر منځ نه يوالۍ د ارواح پوهنې په رڼا کې ديوې ناروغۍ سره ورته ده چې موږ ټول يې بايد په سړه سينه په ځان ومنواو په مقابل کې يې ددرمل لارې ولټوو او لاس تر زنې ورته کښېناستل او مأ يوسه کيدل د پښتونولۍ لاره نه ده. دايوه سپينه خبره ده چې هرپښتون داهڅه کوي چې په ځانګړي توګه سره ګټه تر لاسه کړي او ديوې ګډ ې کړنلارې سره دومره مينه نه لري نوسړۍ داسې فکر کوي چې دهر پښتون لپاره به لاندنۍ متل لږڅه صدق کوي: ( ميم زرما داټول زما). دپښتنو نه يوالۍ لکه په ريا ضي کې ديوه وېکتوريا غشي سره پرتله کولاى شو. که چيرته دوه ويکتورونه داسې وټاکل شي چې د هغوى مطلقه قيمت سره يوشان او د يوه او بل سره موازي خو مخالف سمتونه ولري نو محصله وېکتوريې صفردۍ. خو که نوموړي دوه وېکتورونه ديوه اوبل سره موازي خو يوشان سمتونه ولري نو محصله قوه یې دپخوا په پرتله دوه ځله زياته ده. . دمسلمانانو د يووالي په اړوند هم دقران شريف په ايات کې داسې لارښوونه شوې ده (سورت العمران ١٠٢ ايات شريف). وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعاً وَلاَ تَفَرَّقُواْ    ژباړه: اومنګولې ولګوئ په رسئ دالله ټول اومه سره مختلف کيږئ څلورم علت : دپښتو او پښتون سره ظلم دهر چانه زيات پخپله پښتنو کړی دی. ځکه چې دهيواد دغه مطلق ډیرکي کله هم د خپل پښتون توکمه پاچا دناانصافي خلاف خپل غږ پورته نکړاونه يې ورڅخه په کلکه دخپلې ژبې دقانوني حق غوښتنه وکړه بلکې دچوکۍ، مقام او پيسو دپاره يې دخپلو حقونوڅخه سترګې پتې کړې او په ځان باندې يې دپردئ ژبې حاکميت ومنلوچې همدا اوس هم پايښت لري. لوې خوشحال خان خټک د مغلو حکومت څخه د چوکۍ او مقام د لاس ته راوستلو په اړوند دپښتنو مينه او هلې ځلې په لاندني شعر کې ډيرښه بيان کوي. ( ٥ ) پښتانه لکه مګس ورباندې ګرځي ورته ايښئ دی مغل دحلوا تال دئ   ايمل خان درياخان دواړه خوردبين ولاړل    اوس خو پاتې ومغل ته يوخوشحال دئ   پښتنو په افغانستان ، هند او ايران کې دډيرو سترو تاريخي کارنامودلرلو سره سره دغه وس ونه موند او يايې سر په دې خبره خلاص نه شوچې ژبه ديوه ولس روح ده او دغه روح بايد دمحکوميت او محروميت په زندان کې ونه ساتل شي. له دې زندان نه ددغه زنداني دخلاصون لاره ، په سياسي او ټولنيز ډګرکې ددې ژبې د ويونکو کلکه مبارزه او په علمي اوټولنيز ډګرکې دپوهانو زيات کار او زيار دئ. که چيرې پښتانه په رښتيا ددې هيواد دوګړوډيرکي یانې اکثریت جوړوي نو دوې ددغه ثبوت دخپل روا حق په غوښتلو سره ثابت کړي او که دغه کار ونکړي نو بيا خولږکي دغه حق لري چې ددوې ژبه (پښتو) هغه شان محرومه او محکومه وساتي لکه چې تر نن دغه کار شوېدې. ددې مقصد لپاره مبارزه نه ديوه سړي کار دئ او نه یې پو تن د برياو تر منزله پورې رسولۍ شي. دغه وجيبه او فرضيه بايد هغه خلک سرته ورسوي چې په هيوادکې اکثريت جوړوي او دغه غوښتنه په خوله نه بلکه په عمل کې پلې کړي. پښتانه که خپل ژبني شته والۍ له خپل قومي شته والي سره موازي ونه لګوي نود لږکيو ژبو برلاسي ته پخپله لمن وهي او بايد وه يې مني . په خواښيني سره بايد وويل ښي چې دکابل په تخت ناستو پاچاهانو هم دپښتون قام او پښتو ژبې د پراختيا لپاره کوم خدمت نه دئ کړی په داسې حال کې چې هغوی پخپله هم په همدې قام پورې تړلي و يانې د پښتنو ټبر څخه وو. خويوازې په ګوته شميرپښتنوپوهانو او پښتنوواکدارانو دپښتو ژبې لپاره څه نا څه خدمت کړيدئ. دبيلګي په ډول دامير شير علي خان دپاچاهي په دويمه دوره کې ١٨٦٨ تر ١٨٨٠ ميلادی کال پښتو ژبه دلومړي ځل لپاره دهيواد ملي او رسمي ژبه شوه ( ٦ ) . خو په افغانستان باندې دانګريزانو دويم يرغل دغه پروګرام شنډ کړ. دپښتو ژبې رسمي کيدو او پر مختګ دویم حرکت د غازي امانالله خان پاچا په دوره کې ( ١٩١٩- ١٩٢٩) ميلادي کال کې پيل شو . نوموړي ملي پاچا غوښتل چې پښتو ژبه په علمي ډول رسمي او عامه کړي چې ملي يووالۍ او ملي پيوستون بشپړشي خو ډير زر دهغه تخت هم نسکور شو. همدارنګه د ارواښاد ستر پښتون غازي وزيرمحمد ګل خان مومند، محمود طرزي اوعلا مه سيد جمال الدين افغان خدمتونه او هلې ځلې دوياړاو د يادونې وړدي. دبيلګي په ډول څر نګه چې وزير محمد ګل خان د افغانستان دسيا سي خپلواکۍ په ګټلو کې په پوځي او هم په ملکي اړخ کې لار ښوونکۍ رول ولوبولونود هغه وخت واکمنو څخه يې وغوښتل چې دده او دنوروپښتنو دخدمتونو په بدل کې پښتو ژبه دهيوادلومړۍ او فارسي دويمه ژبه ومنل شي (٧ ) . که څه هم دهغه وخت واکمنو دغه معقول وړانديزدخپلواکۍ په پیل کې ور سره ومنلوخو بيا وروسته هغوى په خپله ژبڼه وه نه دريدل او وزير صاحب محمد ګل خان مجبورشو چې په ځانګړي توګه سره دپښتو ژبې دپراختيا او رسمي کولو په اړوند مبارزه پر مخ بوزي. پښتو ويل ، پښتو ليکل او پښتو چلول دلوې اوملي شخصيت غازي وزيرصاحب محمد ګل مومند هغه خبرې دي چې تر نن ورځ پورې پښتنو ته ديوې فرهنګي درس اولارښود په څيرپاتې شوې دي. نوموړې ولسي اوعلمي شخصيت د پښتنو اودپښټوژبې غميزې په هکله ډيرې هلې ځلې وکړې. همدارنګه محمود طرزي هم په سراج الاخبار کې داوړانديزوکړ چې دافغانستان ټول دفترونه او ښونځئ بايد په پښتو ژبه وچليږي. سيدجمال الدين افغان چې يو نړیوال علمي اوفرهنګي شخصیت تيرشوئ دئ اوهرافغان ورباندې وياړي خو يو کتاب يې هم په پښتو ژبه نه دئ ليکلی ځکه هغه پان اسلا ميزم غوښت. همدا سبب وه کله چې انګريزان هند ته ولاړل او يا روسانو دمنځنئ اسيا ملکونه و نيول نو د هغو ملکونو ژبې يې دمنځه يوړي او پر ځاى يې روسي او انګريزي ژبې رسمئ او تعميم کړي. خو سيدجمال الدين افغان پخپله د ژبې دارزښت او اهميت په هکله بیا داسې نصيحت کوي. ( يو قوم هغه وخت مري چې ژبه يی ومري. دارواښاد استاد خادم د ليکنو سره سم که څوک د پښتونولۍ تعريف کوي نود پښتوژبې سره يوځاى پښتونولۍ تړلې ده او هغه دپښتو ژبې نه هم ګرانه ده.ځکه پښتونولۍ داسې يوه کلمه ده چې په دې کې دپښتو ژبې برسيره هغه ټول شيان پراته دي چې ددوى د قومي روح او تاريخي عظمت او ملي رواياتوبيخ او اساس شميرل کيږي .يوازې علمي ژبی ژوندئ پاتې کيږي او دپښتو ژبې علمي کول اوژوندئ ساتل يوازې او يوازې دپښتنو ملي اووجداني دنده ګڼل کيږي. که څه هم دپښتوژبې طبيعي حق پخپله پښتنودپيښ ليک په اوږدوکې ترپښو لاندې کړئ دئ او بل هيڅ قوم ورباندې نه شو ګرم کولای خو بيا هم په دې تړاود پښتويو متل ديادولو وړګڼم چې وايي. (که هلک وه نه ژاړي موريې تئ نه ورکوي). دا په دې مانا ترڅوچې موږ پخپله ټول پښتانه دپښتو ژبې په روزلو، پر مختګ، تعميم، او پراختيا کې کې خپل کړنلارې ، لاسونه او فکرونه سره یو نه کړو هيڅ به هم پيښ نه شي او نه به کومه خدايي معجزه منځ ته ر اښي او نه به کوم اغيزناک او مؤثرخدمت تر سره کړو. په دې اړونديوځل بيا دلوى څښتن لارښوونه موږ ته داسې حکم کوي: (ژباړه: په تحقيق سره لوى خداى (ج) يو قوم کې بدلون نه راولي تر څو ددوى په خپلو ځانونو کې د بدلون نيت و نکړي. او په ساده يا ولسي ژبه سره دغه مفهوم په بل ډول سره هم تعبير کو لاى شو. ( دتا نه حر کت د خداى نه برکت). دايو څرګند حقيقت دې چې ژبه يوازې دپوهيدلووسيله نه ده بلکه ديوقوم او ولس دژوند بقايا جوړوي، هويت يې ټاکي دملي خپلواک شعورلرل اوپالل، سياسي علمي، فرهنګي حاکميت، صنعتي او تخنيکي پرمختګ دمربوط قوم اوولس دژبې اوولس دژبې دپرمختګ سره په مستقيم ډول تړلي دي . نو هرڅوک چې پښتوژبې ته خدمت کول غواړي نورښتونې لاريې دخبرو په ځاې دعمل لاره ده . يوازې خبرې کول او په عمل کې نه پلئ کول د داسې يوه بيلګي سره ورته دئ لکه يوڅوک چې په اتڼ کې ډول وهې . ديوه ډول دغږ اواز ډيرجګ خوپه منځ کې تښ دئ. په دې کې هيڅ شک نه شته چې په ګوته شمار پوهانو له خوا په پښتو ژبه د علمي کتابونو ليکل دپښتو ژبې لپاره د يوې خوالوې خدمت ګڼل کيږي خودبلې خوا دپښتو ژبې دوروسته والي اصلي ستونځه نه شي حل کولای. داد حقيقت څخه لرې خبره ده چې يوازې يوتن او يا څوکسان به دمليونو هيوادوالوژبه او فرهنګ ژوندی وساتي او پر مخ به يې بوزي . په ټوله نړئ کې دا کړنلاره يوقانون ګرزيدلئ چې پخپله د دولت رسمي دنده ده چې دولس ژبه مخ په وړاندې بوزي. دپا س يادشوو هر اړخيزو اسلامي ، تاريخي او مستندو علمي دليلونوپه نتيجه کې زما په فکرسره د پښتو ژبې ژوندئ ساتل اوهغې ته خدمت کول يوازې په څوعلمي کتابونوسره نه تر سره کيږي بلکه دحل يوازنئ او په نړيواله کچه پيژندل شوې او پلې شوې سمه کړنلاره داده چې دامير شيرعلي خان دپاچاهي څخه وروسته او س ددې وخت را رسيدلۍ دی چې دپښتو ژبې دحق اخيستلو دريم پړاړودلوى څښتنن (ج) په مرسته سره ديوه ملي پاڅون په جامه کې پيل ښي دا په دې مانا چي: دپښتو ژبه دافغانستان دډ يرکيو ژبې په صفت او دنړيوال منل شوو ديموکراتيکو پرنسيپونوپه بنسټ په ټولو ښوونځيو، دفترونو، عالي موئسسونو، سفارتونو او په نورو دفترونو او څانګو کې دلومړې رسمي او ملي ژبې په ډول سمدلاسه په کارواچول ښي. نوموړي موخې ته درسيدلوپه خاطر پښتانه دنوي اساسي قانون له مخې کولای شي په مشروع ډول د پښتو ژبې درښتيني رسمي کيد و له لارې دهغې ملي کول او په ورځني ژوند کې پلۍ کول خوندي کړي. همدارنګه دنوي اساسي قانون په رڼا کې هغه څوک چې دافغانستان غوڅ اکثريت په ژبه يعنې (پښتو ژبه) پوره وارد او پوه نه وي په رسمي دندو وه نه ګمارل شي او په دې هکله نور بنديزونه او شرطونه هم وګمارل شي. دنوموړي موخې دپلي کولو لپاره داساسي قانون سره سم بايد دژبې په اړوند دولس څخه ریفریندم يا ټول پوښتنه سمدلاسه پيل شي تر څو حکومت مجبورشي دهغې نتيجې سره سم عملي ګامونه تر سره کړي. په دې تړاو په قران شريف کې راغلي دي: (  سورت القصص ٧٦ ايات شريف  ) د تخنيکي ستونزو له کبله په دغه ليکنه کي دوه ځايه د قرآن کريم ايتونه تر اوسه نه دي ليکل شوي ( بېنوا ويبپاڼه )  ژباړه : ( او مه هيروه برخه خپله (  څه شی چې دتا په نصيب شوې دې  لکه مال اومورنۍ ژبه اونور ) په دې نړې کې او مرسته کوه (له بندګانو دالله سره) لکه چې احسان کړې دی الله له تاسره.",پښتانه او دد پښتو ژبي غميزه - دوهمه برخه 310,حقمل," د جميعت اسلامى تنظيم مشر استاد برهان الدين ربانى چې مخکې يې د ولسى جرګې د رياست څوکۍ ته خپل ځان کانديد کړى وو ، ديونس قانونى په ملاتړ له خپلې کانديداتورى څخه تير شو . له هغې ناستې وروسته چې پرون د ده په کور کې شوې وه ، ربانې خبريالانو ته وويل چې بيل شوى د افغانستان نوين او د ملى نهضت ګوندونه به بيرته له جميعت سره يو ځاى شي ، چې ملى نهضت همدا اوس د ړنګيدو اعلان کړى او دافغاتستان نوين ګوند ته دوه مياشتې وخت ورکړشوى دى . په دغه ناسته کې مارشال فهيم ، سيدمصطفى کاظمى ، محمد اسمعيل خان ، عبدالقادر امامى او دملى جنبش استازو او يو شمير پخوانيو قوماندانانو برخه درلوده . د ولس جرګې د رياست له پاره څه کم ١٨ کسانو ځانونه کانديد کړى دى او ټاکل شوى ده چې په ننۍ ناسته کې به پرى خبرى وشى . دغه پريکړه په داسې وخت کې د ربانى له خوا اعلانيږى چې د ولسى جرګې غړې ملالۍ جويا پرون وويل چې د افغانستان ملى شورا ته يو شمير جنايتکاران، پخوانى جګړه ماران او د بشرى حقونو سرغړونکى راغلى دى . همداشان په کابل او ننګرهار کې ماتې خولو کانديدانو اوسنى پارلمان يو جعلى پارلمان بللى او ويلى يى دى چې دا پارلمان نه شى کولاى د افغان ولس استازيتوب وکړى . ",استاد ربانى دپخوانۍ پريکړې څخه تير شو 311,حقمل," د دولت مخالف جنګياليو ددوشنبې په شپه د پاکستان او افغانستان د ګډې پولې تر مينځ د کنړ ولايت د سرکانو ولسوالى په يوه امنيتى پوسته بريد کړى دى چې د پوليسو يو افسر او دوه تنه سرتيرى په کې وژل شوى دى . دغه پوسته د څوګړيو له پاره د مخالفينو تر ولکه لاندې راغلى وه چې ددولت د نوو ځوکوانو په رارسيدلو مخالفين له سيمى څخه تښتيدلى دى . د کنړ والى د پېښې پخلى کړى دى او وايې چې دا بريد کونکى د پاکستان څخه راغلى وو. ",په کنړ کې ٣ دولتى سرتيرى وژل شوى دى . 312,حقمل," د نړى يو شمير مشرانو او سازمانونو د افغانستان د ملى شورا د جوړيدلو هرکلى او ستاينه کړى ده او په دې هکله يې مبارکى ويلې ده . دامريکا، او کانا دا مشرانو او همدارنګه اروپايى ټولنې او ناتو دافغانستان د پارلمان جوړيدل دثبات او ولسواکۍ د ټينګولوپه لاره کې يو مهم پرمختګ بللى دى . دافغانستان ملى شورا لومړنۍ غوڼده پس له دريو لسيزو څخه د يو شمير بهرنيو ميلمنو ، د کابينې د غړو او جهادى مشرانو په ګډون تر ټينګو امنيتى تدبيرونو لاندې پرون په کابل کې جوړه شوه . ولسى جرګه ٢٤٩ او مشرانو جرګه ١٠٢ غړى لري .د ولسى جرګې موقت مشر قاضى حبيب الله رامين او دمشرانو جرکې موقت مشر محمد عيسى شينوارى ټاکل شوى دى . نن هم دولسى او مشرانو جرګو غونډې په جلا - جلا توګه پيل شوى دى او هر وکيل يوازې يوه دقيقه وخت لري چې خبرې وکړى . ",يو شمير بهرنيو مشرانو د ملى شورا ستاينه کړې ده. 313,حقمل," د دوشنبې پر شپه د نامعلومو کسانو له خواد پکتيکا دګيان په ولسوالى کې يو ښوونځى ته اور اچول شوى دى . پوليسو په دې هکله پلټنې پيل کړې دى او د پېښې په تور يې څوک نه دى نيولى . چارواکو ويلى چې دا دهېواد د دښمنانو کار دى او غواړى په داډول ناکاموهڅو سره د ښوونې او روزنې مخه ونيسى .د ښوونځي ټول درسى کتابونه ، ميزونه او چوکى سوى دى . ",په پکتيکا کې يو ښوونځۍ سوځول شوى دى . 314,حقمل," دافغانستان د ملى شوراد جوړيدو سره سم چې په ترکيب کې يې مجاهدين،تکنوکراتان، جګړه ماران، زاړه کمونيستان ،طالبان،د بشرى حقونو سرغړونکى ، ناپېلى شخصيتونه او ٢٥ فيصده ښځې ګدون لري ، د افغان ولس مشر حامد کرزى په کابينه کې د بدلون خبرې او اوازې ډيرې اوريدل کيږي . اوسنى افغان حکومت ٢٧ وزارتونه لرى . دا هم ويل کيږى چې يو شمير وزارتونه به له يو اوبل سره يو ځاى شى .د دولت وياند رحيمى په دې هکله ناخبرى وښودله . مګر ددولت يو بل لوړپوړى چارواکى بينوا ته وويل چې ديو شمير وزيرانو په تکميليدو او ديو شمير وزراتونو په له منځه تلو سره به حتمې په کابينه کې بدلون راځى .ده د ځوانانو وزارت د له منځه تلو او د کورنيو چارو د وزارت د راتلونکى وزير د ټاکنې خبرې ته ګوته ونيوله .يو شمير څيړونکى د کرزى په کابنيه کې د ځوانانو ، حج اوقافو، معلولينو ،ترانسپورت او ديو شمير نورووزارتونو شتون بې ځايه ګڼى .همداشان په کابينه داسىوزيران هم شته چى مسلکى پوهه اوزده کړه نه لري . دا هم ويل شوى چې کرزى په پام کې لري د بهرنيو چارو په وزارت کې بدلون راولى . ",د افغان ولسمشر په کابينه کې د بدلون اوازې . 315,سهار گل,"    په هرات ولايت کې نن له غرمې مخکې ديوې ځان وژونکې چاودنې په پايله کې د ايساف ځواکونو درې تنه سرتيري ټپيان شول.      په هيواد کې د ميشتو سوله ساتو ځواکونو يا ايساف وياند اندريو ايلمز، هم دا خبر تائيد کړی او ويلي يې دي چې ټپيان ايټالوي سرتيري دي.      د يادونې وړ ده چې د هرات ولايت په هوايي ډګر کې د ايساف ځواکونو په چوکاټ کې د ايټالوي سرتيرو سربيره، د سلوانيا، اسپانيې او بلغاريا هيوادونو پوځيان هم په دنده بوخت دي. ",په هرات ولايت کې ځان وژونکی بريد وشو 316,حقمل," د نيويارک ټايمز د خبريالانو د رپوټ له مخې دامريکا استخباراتى اداره سيا اوس مهال نه يوازې د افغانستان د دولتمردانو ټلفونى خبرې اورى بلکه کولاى شى د عادى وګړو خبرى هم واوري . په رپوټ کې راغلى دى چې د بوش اداره د امريکا د جاوسوسى د مصنوعى سپوژمکۍ له مخې د افغانستان د مخابراتى سيستم ټولى خبرې تر څارنې لاندې لري .رپوټ وايې چې د بوش دولت د ٢٠٠١ کال د سپټمبر له پېښې وروسته ډير زر د افغانستان او امريکا تر مينځ مخابراتى اړيکې ټينګې کړې . ",سيا دافغانستان ټلفونى خبرې څارى او اوري 317,حقمل," ښاغلى صبغت الله مجددى نن د ٥٠ رايو په گټلو سره د مشرانو جرګې دايمې مشر وټاکل شو . د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې چې ١٠٢ تنه غړى لري صبغت الله مجددى د دوو نورو کانديدانو په پرتله زياتې رايې وګټلې .د ملى امنيت پخوانى مشر انجيينر عارف ٢٥ او دريم کانديد امين زى ٢٧ رايې تر لاسه کړى دى .په پاى کې امين زى د صبغت الله په پلوى او ګټه تير شو . د ولسى جرګې نننى ناسته د سبا له پاره وځنډول شوه . د ولسى جرګې غړى و نه توانيدل چې په نننۍ ناسته کې دايمى مشر يا رييس وټاکى . په نننۍ غونډه کې ١٠٧ تنو د طرزالعمل او ٦٧ تنو د ولسى جرګى د مشر د ټاکنې په پلوې رايې ورکړى دى . په نننۍ ناسته کې د رييس او طرزالعمل په هکله د ولسى جرګې د غړو ترمينځ مختلف او متفاوت نظرونه وړاندې شول . ",د مشرانو جرګې دايمىمشر وټاکل شو. 318,حقمل," د هلمند ولايت چارواکو منلې ده چې تيره شپه د سنګين ولسوالى څارنوال محمد على خپل کورته د راستنيدو په وخت کې د نامعلومو وسله والو کسانو له خوا په ډزو کې ووژل شو . پوليسو د پېښې په اړوند ٧ شکمن کسان نيولى او وايى چې په دې هکله يې پلټنې پيل کړى دى . نوموړى څارنوال له يوې ميلمستيا څخه وروسته په لار کې وژل شوى دى . ",د سنګين ولسوالى څارنوال وژل شوى دى . 319,حقمل," د طالب اورپکو يو وياند منلې چې هغه ځان مرګى بريد چې نن غرمه د ١١ لسو بجو په شاوخوا کې د هرات هوايى ډګر ته څيرمه تر سره شو ، ددوى د افرادو له خوا تر سره شوى دى .په دغه بريد کې په ايساف ځواکونو کې د ايتاليا هېواد شامل درى سرتيرى سرسرى ټپيان شوى دى . درى تنه ملکى وګړى هم ټپيان شوى دى .بريد هغه وخت رامنځ ته شوى دى چې د ايساف د ځواکونو ګزمه له دغې لارې څخه د تيريدو په حال کې وه . ",طالبانوپه هرات کې د ځان مرګى بريد مسوليت منلى. 320,سهار گل,"    د طالبانو مشر ملا محمد عمر ديوې خپرې شوې بيانيې په ترڅ کې ويلي چې ددوی مقاومت به ډير ژر په يو ملي غورځنګ واوړي ځکه د هغه په وينا، هر افغان وګړی اوس په دې پوه شوی چې خاوره يې د يو شمير ګوډاګيانو لخوا امريکا ته په قواله ورکړل شوې ده.      په دې بيانيې کې چې د طالبانو د يو تن وياند ډاکټر حنيف لخوا رسنيو ته لوستل شوې ، په افغانستان کې د پارلمان جوړيدنه د امريکا لخوا دغه هيواد ته د جعلي اسنادو جوړول ګڼل شوي. طالب مشر همدا راز ويلي ، کله چې امريکا وغواړي پر يو هيواد يرغل وکړي او د هغه خاوره پخپل واک کې راولي، نو د دغه راز اسنادو په جوړولو لاس پورې کوي او ډير ژر به امريکا لکه څنګه چې له عراق څخه وتو ته اړه شوې، له افغانستان څخه به هم پښې سپکې کړي.      تر اوسه د طالب مشر ملا محمد عمر ددغې وينا په غبرګون کې دولتي چارواکو څه نه دي ويلي. دا په داسې حال کې ده چې نن د افغانستان نوي پارلمان خپله لومړنۍ کاري غونډه پرانيستله او کار پوهان دا د هيواد په سياسي برخليک کې يو مثبت ګام ګڼي. ",طالب مشر ويلي چې مقاومت به يې په ملي غورځنګ واوړي. 321,,"   دهزاره گانو نوماند مشر او پخوانی دپلان وزیر چې پارلمان ته یې له کابله لار پیدا کړې نن دبینوا ویبپاڼې خبریال ته وویل چې نوموړی استاد سیاف ته له خپلې کاندیداتورۍ تیر شوی. محقق دیونس قانوني تر مشرۍ لاندې دملي پوهاوي جبهې مرستیال هم دی نوموړي وویل چې دپارلمان مرستیالۍ ته نوماند دی. دپارلمان ریاست ته ولاړ نوماند یونس قانوني د محقق ددې پرېکړې په اړه وویل چې دا دولسواکۍ نښې دي او محقق کولای شي دملي پوهاوي دجبهې غړی هم وي او داستاد سیاف ملاتړی هم. ",محقق دسیاف په گټه په پارلمان کې له کاندیدو تیر شو. 322,,"   نن دمشرانو جرگې دریاست لپاره ټاکنې وشوې چې حضرت مجددي ٥٠ رايې او ورپسې نوماند ډاکټر باختر امین زی ٢٧ رايې وگټلې قانون ویل چې ټاکنې باید ددواړو په منځ کې بیا وشي. خو مجددي وویل که ټاکنې بیا وشي له مشرانو جرگې به استعفی ورکړي په همدې اساس امین زی مجددي ته پر گټه تیر شو. داکټر امین زی چې له پکتیا ټاکل شوی مشرانو جرگې ته راغلی بینوا ویبپاڼې خبریال ته دکرزي له اړخه انتصاب ناسم وگاڼه او نیوکه یې پر اساسي قانون وکړه. دیادونې وړ ده چې دمشرانو جرگې بل غړي مارشال قسیم فهیم دامین زی دغه قرباني مشرانو ته دده احترام وگاڼه.    ",ډاکټر باختر امین زي دکرزي پر انتصاب نیوکه وکړه. 323,," د افغان رسالې / Afghan Post ( ۷۹ - ۸۰ ) پرله پسې ګڼه له چاپه راووتله .د دې ګڼه د ځينو مطالبو سرلیکونه :* جمهوری جنایتکاران – ۳۰ سال چنایت ۲۰ دقیقه حسابدهی* تأخیرنا مطلوب در بازسازی (چطوراضلاع متحده امریکا خوشبینی افغانان را می بازند)* په کاناډا کې انتخابات* افغانستان په کومه درومي ؟ ښاغلي قدرت الله حداد *افغانستان- له جهاده تر ترهګرۍ پورې* تاکتیک جنګی طالبان – دکتور میر عبدالرحیم عزیز* آیا په رښتیا افغانستان دوه ځلې قربانې شو؟* افغانستان اليکشن که سليکشن ...!!* په انتخاباتو کې ګډون زموږ د اوسیدولو ډنډه ده* د ادب د جهان د يوه بلې ځلانده ستوری افول* دعلامه عبدالحی حبیبی شلم تلین* دارواښادمحمدحليم سليمي کندهاري غمجن ياد* دافغانستان نوی پارلمان د نوي ملي سرود سره پرانستل کیږی* افغانستان بار دیگر آماج دسایس استعمار کهن!* یکسال نا امن در افغانستان* دجدي شپږمه د افغانانو د غميزې اوج* په افغانستان کې د ملت جوړونې لړ لید سیمینار* دولسی جرګې د غړو لست* دآریانا افغان هوایی شرکت و اعتبار پنجاه ساله* نظام جنګسالاری به عوض دیموکراسی در افغانستان ــ دکتور م زمانی* دارواښاد مولانا محمد نبي يوسفی مړینه یوه لویه ضایعه ده* جبهه تفاهم به تفاهم رسید* دپارلمان مشر به څوک شی * بوش په جنګ کې ( ۱۸ ) برخه* رساله سخن شناسی – ښاغلي ډاکټر سيد خلیل الله هاشمیان* کرزی صیب د اساسی قانون څخه سرغړونه کوی – ښاغلي لاروی* ۱۷۴۷ باز تولد یک کشور کهن* ادبي مرغلرېاو نور مطالب ، رپوټونه او مرکې په انګريزی برخه کېکه غواړي چې د افغان رسالې هره ګڼه ستاسو پر آدرس درورسیږی، نو مهربانه وکړی خپل د کلني ګدون بيه چې ۶۰ ډالره کیږی په لاندې پټه ولیږی: Afghan PostP. O. Box 300741027 Finch Avenue WestToronto, OntarioM3J 3L6Canadaافغان رساله / Afghan Post - ټورنټو - کاناډاتیلفون ۹۰۸۱ – ۴۷۲ (۹۰۵)فکس ۴۶۸۴ – ۴۷۲ (۹۰۵)بريښنا لیکafghanpost@rogers.com ويب پاڼهwww.afghanpost.com ", افغان رسالې نوی ګڼه له چاپه راووتل 324,,"  جلالزی + کابل د نوموړي هیواد د دفاع وزیر ویلی غواړي چه د خپلو سرتیرو یوه ډله چه شمیره یې نده ښودلې شوې د افغانستان په کندهار ولایت کښي ځای پر ځای کړي . د سویس زوریخر سایتونگ ورځپاني رپوټ ورکړی چه د دې هیواد د پوځ مشر ویلي د سرتیرو دا ډله په خپل ځان کي پوځي کارپوهان هم ولري چه کړه وړه به یې د شمالي اتلانتیک ناټو تړون د چوکات په دننه کښي فعالیت وکړي . ویل کیږي د نوموړي هیواد د بهرنیو چارو وزارت له دې پریکړي سره خپل مخالفت ښولی دی ",سویس افغانستان ته نوي سرتیري رالیږي 325,," جلالزی = کابل  د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند ښاغلی یوسف ستانیزی د یوې تلیفوني مرکې پر مهال بینوا ویب پاڼي ته وویل چه چاودني د نریوال سوله ساتي ځواک له خواه هغه مهال تر سره شوې چه غوښتل یې د دوی له خواه را ټول شوي چاودیدونکي توکي د کابل ښار په یوه لري پرته سیمه کښي بې اثره کړي . دا چاودني د سوله ساتي ځواک له خواه د بهرنیو او کورنیو خبریالانو تر مخ تر سره شوي دي او له هغه ډول نه نه وې چه څوک پکښي ټپیان او یا هم وژل شوي وي ",د کابل ښار څو زورورو چاودنو ولړزاوه 326,," جلالزی = کابل  د هلمند د سنگین ولسوالی د ابتدایه محکمې څارانوال تیره شپه د ناپیژندل شویو وسلوالو له خواه ووژل شو د هلمند امنیه قومندان پاسوال عبدالرحمان وایې چه د څارانوال حاجی محمد علی د سنگین ولسوالۍ استوگن وو  او 6 تنه یې د وژني په تور نیول شوي دي . دا څارانوال پداسي حال کښي په هلمند کښي وژل شوی چه په روانه اونۍ کښي بیا د لویو لارو په پولیسو هم د نامعلومو وسلوالو له خواه وسلوال برید تر سره شوی وو او د لویی لاري د ساتني یو مامور پکښي وژل شوی وو او د سپرلۍ موټر ته یې هم اور اچول شوی وو چه تر اوسه برید کونکي یې ندي پیژندل شوي ",په هلمند کښي یو څارنوال وژل شوی 327,," جلالزی = کابل   نړیوالي خبري رسنۍ رپوټ ورکوی چه ایرل شارون نن د بین المقدس ښار له هغه روغتون نه په خپلو پښو ژوندی راووت چه یوازي دوه ورځي وړاندي د ډاکترانو په وینا د خپل فکر د له لاسه ورکولو په دلیل پکښي بستر شوی وو . د اسرایلو دا لمړي وزیر څه باندی 70 کاله عمر لري او له 4 کلو راهیسي د اسرایلي ادارې د لمړي وزیر په څوکۍ کار کوي . ایرل شارون پداسي حال کښي د فکري سختي ناروغۍ د ورپیښېدو له امله په روغتون کښي بستر شوی وو چه یوازی یوه اونۍ وړاندي د ایران نوي جمهور ریس محمود احمد نژاد د نړۍ له نقشې نه د اسرایلو د لمنځه وړو غوښتنه کړې وه او په اروپایانو او امریکایانو یې ږغ کړی وو چه که له اسرایلیانو سره ډیره مینه لري نو د اروپاه په یوه برخه کښي دي ورته د استوگني ځای ورکړي چه وروسته بیا د محمود احمدی نژاد دې خبرو د نړۍ د گڼو شمیرو هیوادو غصه راوپارولې ",د اسرایلو لمړی وزیر ایرل شاروان له روغتون رخصت شو 328,حقمل," د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله د قندهار په سپين بولدکې تيره شپه په يوه بمى چاودنه کې يو پوليس او دوه تنه ملکى وګړى ژوبل شوى دى . بمى چاودنه د پوليسو يوې سرحدې پوستې ته نيږدې رامنځ ته شوې ده . طالب اورپکو ددغې چاودنې مسوليت منلى دى .پوليسو د پېښې په تور تر اوسه څوک نه دى نيولى او وايى چې د پلټنې عمليات يې په سيمه کې پيل کړى دى . په يوه بله پېښه کې د سه شنبې پر شپه د د بلخ ولايت د چاربولک په ولسوالى کې پر يوه امنيتى پوسته ٣ توغندى ويښتل شوى دى . ددغه بريد له امله چاته مرګ او ژوبله نه ده اوښتې . ",په يوه بمى چاودنه کې ٣ تنه ژوبل شوى دى . 329,حقمل," د نورستان والى تميم نورستانى ددغه ولايت د کامديش په ولسوالى کې د توغنديو له يو بريد څخه روغ رمټ وتلى دى .چارواکو منلى ده چې د توغنديو په بريد کې د سيمې يو شمير کورونه ويجاړ شوى دى .بريد هغه وخت رامنيځ ته شوى چې والى د ددو قومونو د يوې اوږدې شخړې د حل اوسلا په موخه د کامديش ولسوالى ته په لار وو .ويل کيږى چې څه کم شل توغندى ويشتل شوى دى . په دغه هکله د پلټنې عمليات پيل شوى دى . ٧٣ کاله کيږى چې دوه قومونه د ځمکې او اوبو د ويش پر سر کلونه - کلونه پر دښمنى او جګړو اخته دى اوپه دغو دشمنيو کې له دواړو لورو څخه څه کم ٤٠ تنه وژل شوى دى . د نورستان والى ټينګار کوى چې دغه دښمنى ته به د خبرو او جرګو له لارې د پاى ټکۍ کيږدى . ",د نورستان والى د توعنديو له بريد څخه بچ شو . 330,دحقمل," د لومړى ځل له پاره د افغانستان په شمال کې د بلخ ولايت هوايى ډګر ته څيرمه د يوې سترې فوځى اډې د جوړولو کار پيل شوى دى .ددغه فوځې اډې جوړول د جرمنې هېواد له خوا د٥٠ ميليونو يورو په لګښت جوړيږى چې د جوړيدلو کار به يې د ٢٠٠٦ کال تر پايه پور بشپړ شي .ددغه اډې د جوړلو چارې د ١٥ شرکتونو له خوا پرمخ بيول کيږى او څه ناڅه ١٠٠٠ تنه ګارګران په کې په کار او مزدورى بوخت دى . ",د افغانستان په شمال کې د سترې فوځى اډې جوړول . 331,," د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې سيد حامد ګيلانى د ٤٠ رايو په ترلاسه کولو لومړۍ مرستيال او برهان الله شينوارى د ٢٤ رايو په ګټلو سره دويم مرستيال وټاکل شو .د لومړى مرستيال دڅوکۍله پاره ٤ کسانو او دويم مرستيال د څوکۍ له پاره ٨ تنو ځانونه کانديد کړى وو. دمشرانو جرګې مشر چې ټول ټال ١٠٢ غړى لرى پرون شاغلى صبغت الله مجددى وټاکل شو . همداشان د ولسى جرګې د مشر د ټاکنو له پاره هم سيالۍ روانې دى او درايې ورکولو بهير پيل شوى دى . ",د مشرانو جرګې دوه تنه مرستيالان وټاکل شول . 332,حقمل," د هغې وسله والې نيښتې په ترځ کې چې تيره شپه د پوليسو او يوې ډلې غلو ترمينځ د هرات ولايت د غوريانو په ولسوالۍکې رامينځ ته شوه ٦ تنه غله د پوليسو له خوا نيول شوى دى .د پوليسو يو چارواکى بينوا ته وويل دغه ډلې غلو تيره ماښام په ډزو سره ديو موټر دوه تنه سپرلۍ هم ټپيان کړى دى . چارواکى وويل غلو د لارى په اوژدو کې دراستنيدنکو او نورو مسافرانو څخه کله ناکله غلا کوله او دپوليسو ځواکونه ددوى پر لټه کې وو. د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې يو زيات شمير وسله وال غله په هرات کې د پوليسو له خوا نيول شوى دى . ",په هرات کې يوه ډله غله نيول شوى دى . 333,سهار گل,"    د افغانستان د ملي شورا ولسي جرګې نن د خپل مشر د ټاکلو لپاره ټاکنې ترسره کړې. په دې ټاکنو کې د ولسي جرګې د رياست څوکۍ ته هغه يو شمير کانديدانو چې انګيرل کيده د نورو په پرتله به ډيرې رايې يوسي، هر يوه په لاندې شميرې رايې وګټلې:   محمد يونس قانوني        108 رايې عبدالرب رسول سياف     88  رايې سيد اسحاق ګيلاني         16  رايې نور الحق علومي            12  رايې شکريه بارکزۍ             9    رايې قدريه يزدان پرست         6    رايې صفيه صديقي               5    رايې      د قانون پر بنسټ، هغه کانديد کولای شي د ولسي جرګې رياست ته غوره شي چې له پنځوس سلنې څخه زياتې رايې وګټي، نو له همدې امله ټاکل شوې ده د دوه ؤ تر ټولو برياليو کانديدانو ، محمد يونس قانوني او عبدالرب رسول سياف ترمنځ يو ځل بيا پر دې څوکۍ سيالي وشي. ",د ولسي جرګې د رياستي ټاکنو لومړنۍ پايلې 334,حقمل," د حقوق زن مجلى مسول مدير چې دوې مياشتى او ٢٢ ورځې وړاندې بندى شوى وو نن دوروستى محکمې د پريکړې له مخې له بند څخه ازاد او يوازې په ٦ مياشتو تعليقى بند محکوم شو .ده د محمکې په نننۍ علنى غونډه کې په شرعى دلايلو له خپل ځان څخه دفاع وکړله .مخکينى محکمى په دوو کالو بند محکوم کړى وو او ځينو علماوو دده د اعدام غوښتنه کوله . ",على محقق نسب له بند څخه خوشى شو . 335,," د امريکا ددفاع وزير رامسفلد نن په ناڅاپى ډول کابل ته راورسيد او له افغان ولسمشر حامد کرزى سره يې سره يې ليدنه او کتنه وکړه .دا د رامسفلد لسم سفر دى چې افغانستان ي ته يې په تيرو څلورو کلونو کې ترسره کوى . د ده سفر په داسې وخت کې تر سره کيږى چې دوې ورځې وړاندې د فغانستان پارلمان رسما پرانيستل شو او په کار يې پيل وکړ .رامسفلد په يوه خبرى غوڼده کې د افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټينګار وکړ او ولسمشر ته يې د ملى شورا د جوړيدلو په هکله مبارکى وويله .حامد کرزى هم د امريکا له ملاتړ او مرسته څخه مننه څرګنده کړه .حامد کرزى ا و رامسفلد په دغه يو ساعته خبرى غونډه کې د خبريالا نو پوښتونو ته ځوابونه وويل . ",د امريکا ددفاع وزير په کابل کې 336,," جلالزی = کابل امریکا به له افغانستان نه 3000 سرتیری بهر کړي خو د تروریزم په وړاندي د جگړې په شدت کښي به کمی رانشي   د امریکا د دفاع وزیرډونالد رامسفلد چه د یو لنډ سفر پر مهال د سختو امنیتي تدابیرو لاندي پلازمینه کابل ته رارسیدلی وو نن یې وویل چه امریکا به د افغان ولس تر څنگ عمل کوی او دا هیواد به د ترویستانو په منگولو کښي یوازی پرېنږدي او تر هغه به خپله جگړه د تروریستانو په وړاندي جاري وساتي تر هغوی چه دا شومه پدیده له افغانستان نه نوي ورکه شوې . رامسفلد چه تر څنگ یې جمهور ریس کرزی هم ولار ښکارید افغان ملت ته د نوي پارلمان د جوړیدو مبارکي ورکړه . ویل کیږي رامسفلد د چهارشنبه په ورستیو کښي د افغانستان له دفاع وزیر رحیم وردگ ، د امنیت له عمومي ریس ، د ایتلاف ټلوالي له عمومي قومندان اکین بیر او یو لړنورو افغان دولتي چاروکو سره هم خبري وکړې .د رامسفلد د سفر وروستۍ شیبې ندي په ډاگه شوي او دا هم نده روښانه چه نوموړی به له افغانستان نه په کوم لوري والوزي . ",امریکاله افغانستان څخه د خپلوسرتیری يوه برخه باسي 337,," ع .نورزى هلمند دهلمندامنيې قومندان مل پاسوال عبدالرحمن صابر نن په يوه ټليفوني تماس كښې دبېنواخبريال ته وويل : چي دوه ورځي وړاندى ئې ددغه ولايت دمركزلښكرګاه اړونددبولان په سيمه كښې هغه مهال دوه طالبان ديوفيرتوغندى اويودموټرضدماين سره لاس په لاس ونيول كله چي نوموړوطالبان يوماين پرلويه لاره ښخاوه . نوموړى وويل : چي طالبان اوس دملي امنيت په رياست كښى ترپلټنولاندى دي . صابرپه داسي كښى ددوتنوطالبانودنيولوخبروركوي چي وړمه شپه هم ددغه ولايت په سنګين ولسوالي كښې  ديوڅارنوال دوژلوپه توردچارواكوپه ويناشپږتنه طالبان نيول شوي وه .   ",دهلمند چارواكوددوتنوطالبانودنيولوخبروركړي 338,لعل الدين اريوبي,"   زه چې پۀ ځير ښکليه !   ستاښکلي مخ ته ګورم   ګوره چې شک ونکړې   زۀ ستا پۀ ښکلې مخ کې   دهغه ښکلې څښتن   ښکلې رازونه ګورم                                                                                         کابل پوهنتون ",رازونه 339,شکرالله مشکور," دبې وسۍ سلگۍ انسان یم درد اوغم مي هر انسانه پوري رسې سلگۍ دبې وسۍ به مي آسمانه پوري رسې حالاتوکي را گیر یم دژوندون لارمي کړه ورکه افسوس چي مي لاسونه خپل گریوانه پوري رسې خیالاتو دځوانۍ له بامه ښکته را گذار کړم کاروان دتصور به مي جانانه پوري رسې څوک ونیسم څه ووایم اوچاته فریاد وکرم لوخړي مي دخولې تر کهکشانه پوري رسې تقدیره ستا مکتوب ماته په سر سترگو منظور دی زما (مشکور) فریاد کله لقمانه پوري رسي ",دبې وسۍ سلگۍ 340,,"   دجرمني په کولن ښارکي هنري اوکلتوري ماښام د پښتو نامتو موسیقي جوړونکی او خوږژبی سند رغاړی  استاد مـاسټـر علي حیدر،وتلی ځوان او د زړه راښکوونـکی اواز لـرونکـی ســندرغـاړی ښاغلی بریالی صمدي نومیالی او تکړه سـندرغـاړی همایون حــیرت او لـه دوۍ سره مشهور موسیقي غږونکی ښاغلی استاد کمین ګل حیرت،ځوان او نامـتـو طـبله غــږونـکـی ښـاغــلی نـنـګـیالی صمدي او د جـادوګـرو ګـوتـو لـرونکی رباب غـږونکی ښاغــلی صدیــق جان پـدغـه کلـتوري او هـنـری ماښامي کې برخه لري  .نیټه: د جمعې ورځ ( ۳ فبروری ۲۰۰۶) پــتـه/ادرسIntersaal In Gewerbegebiet 12a Köln Pesch 50767 وخت: د ماښام ۶ بجېضروري ټليفون:   01748504997",په کولن او اوسلو کي هنري او کلتوري پروګرامونه 341,ميرخېل - وردګ," ميرخېل وردګ درنو هيو ادوالو ما ټول هغه نظرونه چي د ( دکابل په ښوونځيو کي په مورنۍ ژبه (( پښتو )) د زده کړو برابول )ليکل شوی وه ولوستل په رښتيا چي په خپله ژبه زده کړه يوه اړتيا ده,که له ځانه وپوښتو چیي موږ ولي تر اوسه په خپله ژبه د هيواد په سطحه نشوکولای دا به ډيره وږده شي,ولي د د خبري قوي احساس ماته د يوه ا فغان په توګه کله را پيدا شو چي په کال ٢٠٠١کي ما خپله کورنۍ له پاکستان نه کابل ته راوستله,زما څلورو اولادونو نه غوښتل چي په دري ژبه زده کړي وکړي,او پوښتنه يې کوله چي ولي پښتو ښونځی نشته . لنډه دا چي راځی د عمل په ډګر کي ګام واخلو او د محترم سلطانزی صيب د نظر په تاييد زه وړانديز کوم چي مونږ نن کولای شو چي په پارلمان کي د ټولو وکيلانو په پاملرنه سره ( چي غواړو چي بچيو ته مو د هغوی په مورنۍ ژبه د زده کړي اسانيا برابره شي) دا لړۍ پيل او تر څو چي عملي شوې نه وي بايد غلي پاتي نه شو نو دا زما په اند ډيره بنسټيزه لاره ده چي مونږ کولای شو خپلو ماشومانو او راتلونکي نسل ته د هغوی د حق ترلاسه کولو په لاره کي د دولت او پارلمان څخه د خپل روا حق د ترلاسه کولو غوښتنو ته دوام ورکړو . زه له ټولو محترمو وکيلانو څخه غواړم چي دا مطلب د تر ټولو لومړی وګرځوي نو هله به دې خپلي ژبي او خلکو ته خدمت کړی وي چي تا ريخ به يې کله هير نه کړي . په درناوي ",کابل کي زده کوونکو ته په پښتو د زده کړو برابرول 342,," ", 343,," ع : نورزى هلمند دهلمنددسنګين ولسوالۍ  څارنوال حاجي محمدعلي هله ووژل شو كله چي دخپل يوه دوست په كوركښي وميملستياته روان وو دهلمند ادارى ريس حاجي محى الدين خان نن وبېنواته وويل : چي نوموړي څارنوال دهلمند دناوې ولسوالۍ اوسيدونكي و ده وويل چي هلته ئې عمليات پيل كړي اودپېښې په تورئې شپږتنه شكمن كسان نيولي دي . داپه داسي حال كښې ده چي وړمه ورځ هم په دغه ولسوالۍ كښى دلويولاروپرساتونكوپوليسو بريدشوى وو چي هغه مهال دپوليسو مسئول چارواكي ويلي وه چي يوموټرئې سوزول  شوي اويوتن ئې زخمي دي .   ",د هلمند په سنګين کي شپږشکمن کسان نيول شوي 344,نيک محمد نيکمل کابل پوهنتون," دميني جنګ    دميني جنګ و عاشقان جنګيدل  جنګ د با ڼو ؤ تور چشمان  جنګيدل                     جنګ ؤ د مينې خو پرې پوه نشوم                    چې دوې دڅه شي پۀ ارمان جنګيدل لکه چې باز کړي په کوتره غوټه باور پرې وکړی پدا شان جنګيدل                    نۀ دټوپک او نۀ د کاڼو جنګ ؤ                    ارام فايرونه ؤ مژګان جنګيدل   ما پکې وليدو (نيکمل)زخمي شو  پۀ کومه ورځ چې دوه ياران جنګيدل           ",دميني جنګ 345,," يونس برهان، غزنيد لونګ مجلې دويمه ګڼه چاپ شوې ده. د پښتو خپرونو امېل ته د لونګ د نوې ګڼې په ورزياتېدو سره هيله ده د هغو لوستونکو تنده تر يوځايه ماته شي، چې زيات د چاپي رسنيو د ښه څرنګوالي په لټه کې دي. د لونګ دې ګڼې په ١٠٨ مخونو کې تر څلوېښتو زياتې ليکنې رانغښتې دي، چې ډېرى يې له پوهنيزې، ادبي او اسلامي موضوعاتو سره تړلې دي. لونګ له لرغوني غزني څخه چاپېږي. د چاپ چارې يې دا ځلې په پېښور کې دانش خپرونديه ټولنې ترسره کړې دي. لونګ د انټرنټ پر مخ يوه وېبپاڼه هم لري، لومړۍ ګڼه يې هلته پرليکه د وړيا لوستلو لپاره شته، خو لا تراوسه يې ټولې چارې نه دي بشپړې شوې، چې په نږدي راتلونکې که به يې د پوره کېدو خبر واورئ. د لونګ د وروستۍ ګڼې ځينې سرليکونه په لاندې ډول دي:پښتو ليکدود د پراخې ګډوډۍ پر لور (سرليکنه)حسن خو دې يو دى په بار بارچې مينېږم زه دخپل وجود خو اره ا جزا راټولوم٠ (له حمزه بابا سره مرکه)د پښتو ادب بنسټيز توکېکټوازۍ خوږه پښتو او پکې پرېشانه ولولېاسلامي پېر او کره کتنهد افغانستان د مطبوعاتو تاريخي بهير ته يوه کتنهبابر او د روښانيانو غورځنګماشومانو ته ښکلي پښتو نومونه غوره کړئفلسلفه او د مناظرې هنر يېامريکا غواړي د سړې جګړې لمن تر سپوږمۍ وغځويافغانستان او د زريزې پرمختيايي موخېسنتېدل د اېډز په ژغورونه کې اغېزمن دىاشوک کولن يانګ د کلېسا تنصيري هڅې ډاګېزويپه چار بوخته نړۍ کې د ګړندتيا ارزښتپښتو د انټرنټ ژوندۍ ژبه، خو سياله نه زموږ برېښناليک پته:Lawang.magazine@gmail.comد ګرځنده شمېره مو ده:+93799041021+9370204102 ",لـــونـــګ بيا چــاپ شـوه 346,," د ولسى جرګې د غونډې د انتخاباتو په دويمه سيالۍ کې چې له غرمې وروسته د يونس قانونى او رسول سياف ترمينځ تر سره شوه ، يونس قانونى د ١٢٢ رايو په ګټلو سره دولسى جرګې رياست څوکى ترلاسه کړه. سياف د ١١٧ رايو په ګټلو سره ماتې وخوړله . افغان ولسمشر حامد کرزى له صبغت الله مجددى او يونس قانونى سره په يوه ګډه کتنه کې دواړو ته د دغه څوکيو د ګټلو په هکله مبارکى وويله . د ولسى جرګې درياست د ترلاسه کولو په لومړى سيالۍ کې د دريو افغان ميرمنو په گډون لسو تنو برخه درلوده چې په پاى کې يونس قانونى ١٠٨ رايې سياف ٨٨ ،سيد اسحق ګيلانى ١٦ نورالحق علومى ١٢ شکريه بارکزى ٩ قدريه يزدان پرست ٦ صفيه صديقى ٥ او ملالى جويا ( .) رايې ګټلې وې . دانتخاباتو په دويمه سيالې کې چې د قانونى او سياف ترمينځ تر سره شوه د ولسى جرګې د غړو پنځه څوکى خالى وې او پنځو وکيلانو ممتنع رايې ورکړې وې . د يادولو وړده چې وړاندې له دې څخه استاد ربانى د قانونى په پلوى او حاجى محقق د استاد سياف په پلوى تير شوى وو. همدا شان د مشرانو جرګې په غونډه کې د انتخاباتو په ترسره کيدو سره دمشرانو جرګې منشى او دمنشى نايب هم غوره شول .دغونډې په پاى کې قانونې وويل چې د ى به د اوپوزسيون د مشر توب څخه ګوشه شى ځکه نه شى کولاى چې په يو وخت کې دواړه ډندى پر مخ بوزى ، ده وويل چې ددولت له ستر و طرحو څخه به ملاتړ وکړى او ضعيف ټکې به اصلاح کړى ، ده د دولت يو شمير وزيران بريالى او يو شمير بريالى و نه بلل . سياف هم د ټاکنو پالې ومنلې او زياته يې کړه چې له قانونى سره همکارى کوى . ",يونس قانونى د ولسى جرګې مشر وټاکل شو . 347,,"   دجرمني ددفاع وزیر فرانس جوزیف غواړي کابل ته راشي او له افغان چارواکو سره ددغه هیواد دلا زیاتو نظامي مرستو پر سر وغږيږي. نوموړی له اسلام اباده کابل ته راځي او له کابله به بیرته پاکستان ته لاړ شی. دجرمني گڼ شمیر سرتیري دایساف تر قوماندې لاندې دامنیت په ساتلو بوخت دي دغه راز دامریکې دمتحدو ایالاتو ددفاع وزیر ډونالډ رمزفیلډ هم تیره ورځ کابل ته راغلی وه. ",دجرمني ددفاع وزیر کابل ته راځي. 348,حقمل," د بغلان ولايت د مشرانو د ناستې او ليدنو کتنو ودانې سوځيدلې ده او ډير زيان ورته رسيدلى دى . دولت په پام کې درلوده چې دا ودانۍ له سره ورغاوى . چارواکو په دغه ودانۍ کې د اورليګد نې لامل د پوليسو بې پروايى بللې ده او وايې له دريو ساعتو وروسته اور مړ شوى دى . ",د بغلان ولايت د ناستې ودانۍ سوځيدلې ده . 349,حقمل," د افغانستان پلازمينه کابل په روانه اونۍ کې د يو شمير لوړ پوړو بهرنيو چارواکو ا ومشرانو کوربه وو او ټاکل شوېده د جرمنې هېواد د دفاع وزير فرانس جوزيف هم نن کابل ته راورسيږى .دى به له ولسمشر کرزى ، ددفاع له وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردک او د حقمل ځانګړی راپور د افغانستان پلازمينه کابل په روانه اونۍ کې د يو شمير لوړ پوړو بهرنيو چارواکو ا ومشرانو کوربه وو او ټاکل شوېده د جرمنې هېواد د دفاع وزير فرانس جوزيف هم نن کابل ته راورسيږى .دى به له ولسمشر کرزى ، ددفاع له وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردک او هم دارنگه د جرمنى هېواد د عسکرو او ځواکونو له مرکزونو څخه ليدنه او کتنه وکړى . جرمنى د اييساف په ليکو کې څه ناڅه ٣٠٠٠ سرتيرې په افغانستان کې لرې او داونۍ په سر کې يې د مزارشريف هوايې ډګر ته څيرمه د يوې سترې پوځې اډې د جوړولو کار هم پيل کړى دى .دامريکا ددفاع وزير رامسلفد هم پرون د پاکستان له سفر څخه وروسته کابل ته راورسيد او نن سهار يې دبګرام په فوځى اډه کې د اييتلافى ځواکونوله مرکزاو دخپل هېواد له ځواکونو څخه ليدنه او کتنه تر سره کړه .ده له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټينګار وکړ او دايې ونه منله چې امريکا په افغانستان کې پټ جيلونه لري .ده وويل چې د امريکايى ځواکونو کموالى به په افغانستان کې دطالبانو او د تروريزم په وړاندې ددوى روانه مبارزه کمزورىنه کړى . امريکا اوس مهال ١٩٠٠٠ سرتيرى په افغانستان کې لرى او په پام کې لر ى چې د نوىکال په لومړيوکې ٣٠٠٠ عسکر له افغانستان څخه وباسى .له بل لوري د استراليا د بهرنيو چارو وزير الکساند داونر هم له حامد کرزى سره ليدنه درلوده او د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير سره يې د همکارى يو دوه اړخيزه تړون لاس ليک کړ .د ملګرو ملتونو د سرمنشى مرستيال جان ميرىاو دچاپان د بهرنيو چارو وزرات مرستيال هم له ولس مشر او يو شمير نورو افغان دولتى چارواکو سره خبرې تر سره کړى دى .له دې نه وړاندې د امريکا د ولسمشر مرستيال ډيک چينى له خپلې ميرمنې او د فرانسې د ددفاع وزيرې هم د افغان دولت درانه ميلمانه وو .د هسپانيا هېواد لومړى وزير ، دفاع وزير او يو شمير لوړپوړو چارواکو د افغانستان د هرات او بادغيس له ولايتونو څخه ليدنه وکړه .پاکستان هم په کابل کې خپل نوى سفير په دنده ګمارلى دى .له دې سره سم د افغانستان ملى شوراهم په بريالۍ توګه جوړه شوه او دولس جرګې او مشرانو جرګې مشران هم وټاکل شول ، چې په دې توګه د بن دپريکړو وروستى ټکى هم په افغانستان کې پلۍ شو .دغه کتنې او ليدنې په ډاګه کوى چې نړيوال دولس مشر کرزى تر مشر لاندې د افغان حکومت په ټينګه ملاتړ کوى او د افغانستان دبياودانولو،د ترخګر ى او نيشه يى توکو پر وړاند مبارزه، د ولسواکۍ ټينگښت او پراختيا او دسراسرى ثبات رامنځ ته کولو په برخه کې چې د سيمې او نړيوال ثبات او سولې له پاره بنسټيز اهميت لري ، افغانان او افغانستان يوازې نه پريږدى .افغان ولس چې ددولت له ادارى فساد څخه تر پوزو راغلى ، سترګې په لار دى چې پارلمان به په دې او نورو برخو کې د افغان ولس له پاره څه ډول خدمتونه تر سره کړى .دا به راتلونکى وښيى چې پارلمان دقانونيت او عدالت دټينګولو او دحکومت پر کړنو تر کومه کچې پور بې پرې پاتې کيږى ؟ .ځکه دولسى او مشرانو جرګې مشران او اکثريت غړى دوروستيو او اوسنيو رژيمونو حاکمان وو او دستر و واکونو په لرلو سره يې ولس ته د کړنو هر څه د لمر په شان روښانه دى .سره له دې چې په تيرو څلوروکلونو کې د پام وړ پرمختګونه شوى دى خو افغان ولس د غه برياوى د نړيوالې ټولنې د ميليونو نو ډالرو د مرستو په پرتله ډيرې کمزورې بولې او په دې ويره کې دى چې د پارلمان مشران او غړى به هم يوازې خپل جيبونه د پخوا په شان ډک کړى او ولس به يو ځل بيا په بې وزلۍ او بد بختيو کې يوازې پريږدى .   ",افغانستان ديو شميرلوړ پوړوبهرنيو چارواکوکوربه 350,حقمل," د ملى اردو، پوليسو او اييتلافى ځوکوانواو د يو شمير وسله والو کسانو ترمينځ تيره شپه د غزنې په ولايت کې درنده جګړه شوې ده او په کې دوه مخالف جنګيالى او يو دولتى سرتيرى وژل شوى دى .د کورنيو چارووزارت منلې ده چې ددوى ځواکونو په دغه وسله واله نيښته کې درې مخالف ژوبل شوى جنګيالى او ٣ نورشکمن کسان هم نيولى دى .ددغه وزارت وياند ويلى دى چې جګړه هغه وخت د غزنى ولايت د اندړو په ولسوالى کې رامينځ ته شوه چې يو شمير وسله والومخالفينو د پوليسو او پى ار ټى ډلې پر ګزمه وسله وال بريد وکړ .دغه نيښته د نن غرمې تر لومړيو شيبو هم روانه وه او سيمه د اييتلافى او دولتى ځواکونو له خوا کلابند شوې ده . وياند وايى چې په سيمه کې د پلټنې عمليات په سيمه کې روان دى . ده د بريد کونکو شميره د ١٥ تنه ښودلى دى . ",په غزنې کې درنده نيښته شوې ده . 351,حقمل," د ولس جرګې د مرستيالانو د ټاکنو په سيالۍ کې عارف نورزى د ٧٦ رايو به ګټلو سره د مشرانو جرګې د لومړى مرستيال څوکى ترلاسه کړه .له ده سره حاجى محقق ، نعيم فراهى ، ميرويس ياسينى ، فاطمى او کاظمى سيالى کوله .عارف نورزى د کندهار ولايت څخه ولسى جرګى ته د خلکو استازى ټاکل شوى دى او پخواد د قومونو او قبايلو چارو وزير وو. د ولسى جرګې ددويم مرستيال څوکى له پاره سيالى چې ٩ کسانو ځانونه کانديد کړى دى روانه ده . ",عارف نورزى دولسى جرګې لومړى مرستيال شو . 352,," له بدخشان څخه ولسى جرګې ته د خلکو استازې فوزيه کوفى د ٤٩ رايو په ګټلو سره د ولسى جرګې دويمه مرستياله شوه . په دغه سياليو کې عطالله لودين ، انجينير عباس ، اصفه شاداب ، بيدار ځاځى ، احمد على جبرايلى ،حاجى فريد ، عبد السلام قاضى زاده ، صبغت الله ذکى ،تاج محمد مجاهد او فوزيه کوفى برخه درلوده .د ولسى جرګې لومړى مرستيال څو شيبې وړاندى د ډيرو رايو په ګټلو سره محمد عارف نورزى وټاکل شو . ",فوزيه کوفى د ولسى جرګې دويمه مرستياله شوه . 353,," ", 354,حقمل," د خوست ولايت د اسمعيل خيلو ولسوالى په مربوطاتو کې د پى ارټى يو موتر د يو ماين په چاودنه کې زيانمن شوى دى . د موټر سپرلى په دغه چاودنه کې نه دى ژوبل شوى . ويل کيږى چې وروسته له چاودنې د پى ار تې دډلې د ډزو په ترځ کې د سيمې يو بې ګناه اوسيدونکى سخت ټپى شوى دى . ",په خوست کې دپى ار ټى يو موټر له ماين سره لګيدلى . 355,," د کندهار د ډند ولسوالى د ده باغ په کلى کې نن غرمه ٤ تنه ماشومان هغه وخت ژوبل او ټپيان شول چې د زړو وسپنو په مينځ کې يو چاودنه وشوه . چارواکو ويلى دى ماشومان دلته په لوبو لګياوو . ",په يوه چاودنه کې٤ ماشومان په قندهارکې ژوبل شول 356,حقمل," دهرات ولايت د پوليسو مشر بصير سالنګې نن خبريالانو ته وويل چې له غرمې مخکې يې د هرات په ښار کې يو کس چې نجيب الله نوميږى له ريموټ کنترول ،مخابرې او چاوديدونکو ټوکو سره نيولى دى . بصير بينوا ته وويل نيول شوى کس له خپل ځان څخه چاوديدونکى توکى تاو کړى وو او غوښتل يې په دې توګه سره سره يو ځان وژونکى بريد په دغه ښار کې تر سره کړى .ده زياته کړه چې دغه کس له پخوا څخه د امنيتى کسانو تر تعقيب لاندې و. ",د ځان مرګى بريد د ترسره کولو په تور د يو کس نيونه 357,,"  وحيد سپين غر _ كابل  دنوي پارلمان جوړيدل هغه سپيڅلي ارمان و، چي افغانانويې دزياتوكلونوراپديخواهيله لرله چي دادي اوس دافغان ځوريدلي ولس داستره اومقدسه هيله ترسره شوه  افغان ولس چي دخپل تاريخ په اوږدوكي يې دناخوالوډيري لوړي ،ژوري ليدلي يوځل بيا پخپل هيوادكي دنوي پارلمان په جوړيدوسره دخوښي اوخوشالي داحساس په لرلوسره وياړي چي دنړي دنورومتمدنواوپرمختللوهيوادونوپه كتاركي ددريدوجوګه شوي اودنړي دنوروهيوادونوسره سيال شوي اوهغه ورځ ليري نه ده چي داجنګ ځپلي ولس به هم دنړي دنوروپرمختللوولسونوپه څير دسوكال اوارام ژوندانه څښتنان شي  دپارلمان جوړيدل دبن دپريكړووروستي ا وجوړونكي پړاوو،چي بايد په افغانستان كي ديوي ولسواكي اومدني ټولني داساسي ستني په توګه ترسره شوي واي  كه څه هم چي دټاكنوپه پيل كي داسي فكركيده چي شايد پارلماني ټاكني په ارامه اوسوله ييزه توګه ترسره نشي ،دمخالفينو اوترورستانوپرله پسي تهديدونواواخطارونو  د اګومان نورهم غښتلي كړي وچي پارلماني ټاكني به په ارامه اوسوله ييزه توګه ترسره نشي ،خودافغانانوغښتلي هوډ وښودل چي هيڅ اهريمني ځواك نشي كولي چي دولس دارادي په وړاندي ودريږي هماغه وو،چي دپارلمان ټاكني بيله كومي لويي پيښي اوستونزي نه په سوله ييزه توګه ترسره شوي  دي ته ورته ځيني نوري انديښني داوي چي په اوسني وخت كي چي په هيوادكي دجنګي ډلونفوذ په پوره توګه له منځه نه دي تللي شايد دوسله والو ډلو اوپخوانيو تنطيمي ګروپونوله لوري ټاكني له لوي ګواښ سره مخ شي اونورودموكراتواوازادخياله عناصروته به داوخت ورنه كړي ترڅوپه ټاكنوكي ګډون وكړي ،دغه رازځينوڅيړونكو داسي انګيرل چي پارلماني ټاكني به په هغوټاكل شوي معيارونوسره چي دنړيوالواو دټاكنودكميسيون له لوري وضع شوي په سمه توګه سر ته ونه رسيږي  په تيره بيا ځينوګاونډيوهيوادونوچي دافغانستان دسوكالي اوولسواكي څخه سخته ويره لري اودافغانستان ولسواك كيدل دخپلوډيكتاتورو،رژيمونولپاره ديوه ستر رقيب په توګه ارزوي داسي ناوړه تبليغات كول چي ګواكي دهيواد پارلماني ټاكني به په مصئو نه اوسمه توګه ترسره نشي له همدي امله و،چي خپلونوكرانواوغلامانوته يي په هيوادكي دناارامي دپياوړي كيدونغاري ډنګولي اوپه ډيرمهارت سره يي دي خبروته زياته هواوركوله چي ګواكي دافغانستان ټاكني به په سمه توګه ترسره نشي ، دټاكنوپه ټول بهير كي ددغوهيوادونوددښمني نه دډك چلند نښي له ورايه اوپه څرګنده توګه ښكاريدلي ،خوله دغوټولو،واهي اوبي بنسټوڅرګندونوسره سره دهيوادپارلماني ټاكني دافغان باكلتوره قوم په ميړانه او په ډيره ښه توګه ترسره كړي اودهيواددښمنانوته يوځل بيا افغانانووښودله چي افغان قوم يومهذ ب اودولسواكي په بنسټونو باندي باورمند قوم دي اوپه هيوادكي دولسواكي هررازازموينه ته تيار اوچمتودي اوداازمويني به په بريالي توګه ترسره كړي  په دي توګه ليدل كيږي چي ولس خپله دنده په ډيره وطنپاله توګه اداكړي ده ،په پارلماني ټاكنوكي يي ګډون وكړ درايومركزونوته لاړل اوخپلي رايي يي دنظروړ كانديدانوته وركړي اوهمدادولس درايوپه پايله كي دپارلمان غړي وټاكل شول ،اوس نودولس دنماينده ګانودنده ده ترڅودولس دهيلواوارمانودتحقق اوپلي كولوپه لاره كي خپلي دوطنپالني هڅي اوهاند لا پياوړي اوغښتلي كړي.  كه څه هم ځينوڅيړونكواوساستوالوخولادپخوانه دجنګي ډلودمشرانواووسله والو قوماندانانوګډون په ټاكنوكي ددموكراسي اوولسواكي داصولوسره خلاف ګاڼه اوداخبره به راپورته كيدله چي جنګي ډلواودهغوي مشرانوولس ته يوځل امتحان وركړي ددوهم ځل لپاره امتحان وركول يوه لويه اشتباه ده ،خوددوي په څرګندونو باندي هم دولتي چارواكواوهم دټاكنودچاروخپلواك كميسيون خپل غوږونه كاڼه اچولي وو. دپارلماني ټاكنو په پايله كي څرګنده شوه چي دجنګي ډلويوشمير مشرانواو ځينو پخوانيو وسله والوقوماندانانوپارلمان ته لاره موندلي چي ولس يي دجنګي مجرمينوپه توګه پيژني ،خوداسي استدلال كيده چي اوسني پارلمان اودهغه استازي دولس استازي دي اودولس له لوري ورته رايه وركړه شوي اودولس په استازي توب يي وپارلمان ته لاره موندلي ده ،دغه رازځينو خوش باوروسياست والوداسي هم ويل :كه چيرته يو شمير جنګي مجرمينوپارلمان ته لاره موندلي نوزيات شمير دولس حقيقي نماينده ګان اوولسواكي ته متعهدافرادهم پارلمان ته راغلي اودوي به پري نږدي ترڅوجنګي مجرمين اودنشيي توكيومافيا دپارلمان چاري پخپلولاسوكي واخلي.  ددي انديښنواوانګيرنوميدان هغه وخت لازيات تود شوچي كله دولسي جرګي دمشرتوب خبره راميدان ته شوه ،اودي مشرتوب ته دجنګي ډلوټولوسروالانوځانونه ونومول چي دټولوپه سر كي يي پخواني ولسمشر رباني و،دښاغلي رباني په هكله دپارلماني ټاكنونه مخكي داسي اوازي وي چي هغه به دولسي جرګي دمشرتو ب لپاره وټاكل شي ،درباني ترڅنګ ،استاد سياف ،حاجي محمد محقق ،يونس قانوني ،نورالحق علومي ،شكريه باركزي اويولړنوروهم ځانونه كانديد كړي وو،خوپه ټولوكي داسي انګيرل كيده چي ښاغلي رباني به دا څوكي ترلاسه كړي ،دوخت په تيريدواودپارلمان دپرانيستونكي غونډي نه وروسته د استاد په تصوراتواوخيالاتوكي داسي يونه منوونكي بدلون رامنتڅه شو،چي پخپل استوګنځي كي يي ښاغلي قانوني اودپخوانۍ شمال ټلوالي سروال راوغوښتل اودقانوني په ګټه ددي څوكۍ دكانديدو نه لاس په سر شواوپه عوض كي قانوني خپل نوي ګوند منحل اعلان كړ اودرباني مشرتوب يي ومانه ،په بل اړخ كي ښاغلي محقق داستادسياف په ګټه له خپل هوډه وګرځيد اوپه دي توګه يي دملي يووالي اواتحاد يوه مظاهره وكړه په داسي حال كي چي رباني صاحب  دسيمي ،ژبي اوتنظيم پراصولوداكاروكړ اودخپلي هغي زړي وسلي نه چي دخپلي واكمنۍ په وخت كي يې تري كاراخيسته يوځل بيا يي دڅوكې اوامتيازدګټلوپه وخت په كارواچول . په هيوادكي دروښان اندواوسياسي كتونكوپه نظر داهغه زړه اوزنګ وهلي وسله ده چي دولسواكي اوپه هيوادكي دوروڼوقومونوديوالي اوپيوستون لپاره دزهروحيثيت لري اودداسي وسلوداستعمال مخه بايد ونيول سي  څيړونكي په دي عقيده دي چي قانوني درباني سره ديوه مصلحت اوسازش له مخي اوهغه هم دسيمه ييز ،قومي اوتنظيمي سازش په بنسټ دي څوكۍ ته رسيدلي ،په داسي حال كي چي داوسني افغانستان جوړيدنه په دغواساساتواواصولوباندي ناشوني ښكاري  دهيوادديوي مهمي اوځواكمني قوي يعني دمقننيه قوي مشرتوب بايد په داسي اصولو او اساساتوباندي تكيه ونه لري ځكه چي داډول هڅي نه يوازي داچي زموږ ولس نشي نيكمرغه كولي بلكي موږ يوځل بيا دسيمي ،قوم اوتنظيم په نوم په بيلابيلوبرخوويشي داډول ويش افغانانويوځل دتنظيمي واكمني په كلونوكي ليدلي چي بي وزلي افغانان يي داوراووينوپر خونړي څلورلاري درولي وو، اودافغانانوټوله هستي يي دجنګ اوناروا جګړې په لوګيوكي تاراج كړه ",نوي پارلمان اوداستاد زړه لوبه !! 358,عادل اڅګزی,"   د  ګل  په  څېر  تر  و تازه  اوسې ګلزار  وطنه جار  صدقه  سمه  له  تا  په  څو څو  وار  وطنه   ستا  پر  پالنه  باندي   وينه  او  خوله  څڅوم ستا  د  بقا په  خاطر سر غواړم  په  دار   وطنه   د  خپلواکۍ ډېوه چي چا راؤړه  انګړ ته زموږ هغه  دي   اوسي   تل  تر  تله  لاله  زار   وطنه   که  په  خيرن  نظر  چا  وکتل  سمسور عدن  ته ستر ګي  په  بيړه  به  ور باسم  د اغيار ،  وطنه   دامي دی لوظ دامي  اقرار  دا مي ده ژمنه پخه عادل  به  قدر  درته  کاندي  په  جار جار  وطنه ٢٩ جولای ٢٠٠٢م کال چمن ",وطنه ګل وطنه 359,," ع : نورزى - هلمند دكندهارپه ډنډولسوالۍ كښې يوچاودنى دښونځى پنځه تنه ماشومان ټپيان كړل .",په کندهار کي چاودني پنځه زده کوونکي ژوبل کړه 360,خالد هادي حيدري,"  څوک ېې په ذکر په تسبو يادوي څوک ئې لمونځو کښي په سجدو يادوي څه ، عبادت خو بس همدغه نه دی چي ئې د اوښکو په ويالو يادوي منصور ته چا ويل چي ولي وائې ؟ د   انالحق نوم دي ګناه لري ده ول همدا ئې عبادت وګڼه مجنون چي سترګي ګريوان وښوړاوه دده مطلب خو د ښکلا خالق و د ليلا نوم ئې عبادت وګڼه دغه سندري چي وتاته وايم دا عبادت نه دی نو څه دی؟    وايه ! په هر کلام کي ېې رازونه پټ دي دغه رياضت نه دی نو څه دی ؟   وايه !   الباني ، نيويارک ",عبادت 361,حقمل," دافغانستان لومړڼۍ محکمې د پنجشنبې په ورځ د محکمې د يوې علنې غونډې په ترځ کې تيمور شاه او دوه تنه ملګرى يې چې په سړى وژنه ، جنسى تيرى او په يرغمل نيونى تورن بلل شوى دى ، دوه تنه يې پر اعدام او يو تن په شل کاله بند محکوم کړل . تيمور شاه او ورسره ملګرى يې د ميرمن کليمينتينا کانتونى په تښتونه او ديو بل افغان سوداګر د وژنې په تور څو موده وړاندى د پوليسو له خوا نيول شوى دى . تيمور شاه ومنله چې د ميرمن کانتونى د خوشى کيدلو په بدل کې يې دوه سوه زره ډالر غوشتى وو . خود ه ته يوازې ددغو پيسوچې په کابل کې د ايتاليا سفارت له خوا ورکړل شوى وې يوازې ٣٧٠٠٠ ډالره رسيدلى دى . ده دا هم وويل چې درى مياشتې وړاندى يې د دريو زرو ډالرو په بدل کې د پوليسو له منګلو څخه په سالنگ ځان ژغورلۍ دى . په هغه وخت کې افغان چارواکو ويلى وو چې ميرمن کانتونى يې پرته له پيسو خوشى کړې ده . ",دوه تنه سړى تښتونکى پر اعدام محکوم شول . 362,," د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان جنرال خليل ضيايى له هغه وسله وال بريد څخه چې د کابل - جلال اباد د لويې لارې په اوږدو کې د وريښمنو د تنګې پر سيمه کې پرې شوى دى روغ رمټ وتلى دى . په دغه بريد کې دده درې تنه ساتونکې ژوبل شوى دى . د چارواکو پر وينا بريد کونکې له يوې نيښتې وروسته تښتيدلى دى . طالب اورپکو ددغه بريد مسوليت منلى دى او وايى چې د قوماندان يو شمير ساتونکى يې په دغه بريد کې وژلى دى . عينى شاهدانو ويلى دى چې ددغه بريد په ترځ کې ډيره ژوبله رامنځ ته شوې ده . ",د ننګرهارامنيه قوماندان له يو بريد څخه پچ شو . 363,حقمل," د چارواکو پر وينا يو شمير نامعلومو وسله والو کسانود پنجشنبې پرشپه د کندهار ولايت د پنجوايى ولسوالۍ د چلغور د کلى ښوونځى ته اور اچولۍ دى او ډير شمير درسىکتابونه، دقرانکريم يو شمير سپارې او لوازم په کې سوى دى . پوليسو ددغې پېښې په تور ٧ شکمن کسان نيولى دى . د ښونځۍ ودانۍ ته ډير زيان رسيدلۍ دى . ",په کندهار کې يو ښوونځى ته اور اچول شوى دى . 364,حقمل," د کاپيسا ولايت دولتى چارواکو منلې ده چې تيره شپه يو شمير وسله والو کسانو د تګاب ولسوالۍ يو اوسيدونکې چې محمد صابر نوميږى او ٢٤ کاله عمر لرى دخپل کور څخه تښتولۍدى .ويل کيږى دغه کس د امريکايانو سره دمرستې او جاوسوسى په تور تښتول شوى دى او وړاندې له دې څخه هم څو ځله ده ته ګواښ شوى وو . تښتونکو تر اوسه په دې هکله څه نه دى ويلى او نه يې غوښتنې خبرى رسنيو ته ويلى دى . ",د تګاب ولسوالى يو اوسيدونکۍ تښتول شوى دى . 365,حفمل," د امريکا دفاع وزير رامسفلد عراق ته د يو ناڅاپى سفر په ترځ کې ويلى دى چې امريکا به له عراق څخه د راتلونکى نوى کال په لومړيو کې دوې لواوې له دغه هېواد څخه وباسي . ددغو دوولواوو د سرتيرو شميره له ٥٠٠٠ څخه تر ٨٠٠٠ تنو پورې اټکل کيږى . اوس مهال امريکا څه ناڅه ١٥٠ زره سرتيرى په عراق کې لرى .رامسلفد دا هم وويل چې امريکا په عراق کې د يو تلپاتې فوځى اډې د جوړولړ نيت نه لري . ",امريکا له عراقه يو شمير ځواکونه وباسي . 366,حقمل," د رومانيا ولس مشر ترايين باسکو دپنجشنبې په ورځ د خپل يو ورځنى سفر په ترځ کې په کندهار کې د رومانيا هېواد د پلې کندک له سرتيرو سره وکتل او دوى يې د کريسمس په ځانګړې ډوډۍ چې له ځان سره يې راوړې وه ونازول او د کريسمس په هکله يې ورته مبارکى وويله اويو شمير سرتير وته يې ستاين ليکونه ورکړل . همداشان ده له افغان ولس مشر حامد کرزى سره د يوې کتنې په ترځ کې په کابل کې ژمنه وکړه چې په راتلونکى کال کې به ، په افغانستان کې د خپلو عسکرو شميره زياته کړى .او دافغانستان ددفاع وزارت سره به د يو شمير فوځى تجهيزاتو مرسته وکړى اوافغان سرتيرو ته به فوځى روزنه هم ورکړى . ",د رومانيا ولسمشر له افغانستان څخه ليدنه وکړه. 367,حقمل," د ماين په هغه چاودنه کې چې د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالى په سيمه کې د لارې په اوږدو کې رامينځ ته شوې ده د امريکايانو د سرتيرو د ګزمې يو موټر ويجاړ شوى دى . د ننګرهار چارواکو ويلى دى چې په دې پيښه کې امريکايى سرتيرو ته مرګ او ژوبله نه ده اوښتې . پېښه د تورې بورې غره په ديرش کيلومترى کې رامينځ ته شوې ده . ",يو امريکايى موټر په چاودنه کې ويجاړشوى . 368,حقمل," د ولسى جرګې په نننۍ غونډه کې د منشى او دهغه دمرستيال د ټاکنو سيالۍ پيل شوى دى .د منشى د ټاکنو له پاره حوا علم نورستانى، سيدحسين عالمى بلخى،اقبال صافى ،محمد هاشم وطنوال ، سردار محمد او پوهنمل معيين مرستيال ځانونه کانديد کړى دى .د منشى د مرستيال له پاره محمد صالح سلجوقى، ګل پاچا، الحاج عبدو او ابراهيم قاسمى په خپل مينځ کې سيالى کوى . همداشان ټاکل شوې ده په ننۍ غونډه کې د ولسې جرګې دطرزالعمل په هکله هم بحث او خبرې وګړى . ",دولسې جرګې دمنشى دټاکنوسيالۍ پيل شوې . 369,حقمل," د افغانستان د عامې روغتيا وزير داکتر فاطمى د پنجشنبې په ورځ يادونه وکړه چې د هلمند په ولايت کې په تيره يوه مياشت کې د ماشومانو دګوزڼ دوې پېشې ثبت شوى دى . دغه پېشې د نادعلى او ګرشک په ولسواليو کې رامينځ ته شوى دى .د ددغه وزارت د اټکل له مخې د ١٣٨٣ او ١٣٨٤ کلونو په ترځ کې د ګوزڼ څلور پېشې په هېواد کې ثبت شوى دى . فاطمى دا هم وويل چې دغه وزارت د قوس له ٢٨ څخه تر ٣٠ نيټې پورې د هلمند ، قندهار ، زابل ،ارزګان او دنيمروز دخاشرود په ولسوالۍ کې د ګوزڼ د واکسين ځانګړۍ کمپاين په لار اچولى وو .په دغه کمپاين دده په خبره ٣ سوه زره امريکايې ډالر لګښت راغلۍ او له يوسل ديرش زرو څخه ډيرماشومانو ته د ګوزڼ واکيسن لګيدلۍ دى . د روغتيا وزير وويل چې د راتلونکو څلورو مياشتو په اوږدو کې به په کابل کې د سيمې د هېوادونو د روغتيا دوزيرانو يو کنفرانس هم جوړ شى .په دغه کنفرانس کې به د ده په خبره د سارى ناروغيو دمخنيوى له پاره اغيزمنې لارې چارې ولټول شى . ",د ماشومانو دګوزڼ دوې پېشې ثبت شوى . 370,حقمل," د ازربايجان د هوايى کرښې د يوې الوتکې د لويدو له کبله ددغې الوتکې ټولې سپرلۍ وژل شوى دى ،ويل کيږى دغه انتونوف ډوله الوتکه ١٨ سپرلۍ او ٥ تنه عمله درلوده . د مړو شوو کسانو د پلټنې هڅې پيل شوى دى . دغې الوتکې له باکو څخه الوتنه کړې وه چې د کسپين سمندرګى ته نيږدى غورځيدلې ده . د لويدو لامل لا نه دوى روښانه . ",د ازربايجان يوه مسافر وړونکې الوتکه لويدلې ده . 371,حقمل," د خبرى رسنيو د خبر له مخې د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت له خوا ٥٥ کلن سټيفان ايوانز په کابل کې د خپل هېواد نوى سفير ټاکلۍ دى . د ه په ملګرو ملتونو، ترکيه ، تايلند ، سريلانکااو پاکستان کې هم دندې سرته رسولى دى .له ده نه وړاندې يوه انګريزه ميرمن په کابل کې د بريتانيا سفيره وه . ",بريتانيا په کابل کې نوى سفير ټاکلۍ . 372,حقمل," د ولسى جرګې غړى او د پلان پخوانى وزير رمضان بشر دوست نن د يو خبرى کنفرانس په ترځ کې د ولسى جرګې رييس يونس قانونى او ددغه جرګې مرستيال جنګى مجرمين او جنايتکاران وبلل . ده په ډاګه کړه په دې خاطر يې د ولسى جرګې د مشر او مرستيال د ټاکنو په سيالۍ کې له رايې ورکونې څخه ډډه کړې ده چې دوى جنګې مجرين دى . ده داکسان په سياسى کړيو کې ښکيل کسان وبلل .ده نن دولسى جرګې د منشى د ټاکنو په رايې ورکولو کې برخه واخيسته او دولسى جرګې منشى يې د دندې له مخې يو مهم کس وباله . د بشر دوست د دغه څرګندونو په هکله قانونى لا تر اوسه خپل دريځ نه دى بيان کړى ، مګر په پام کې لري چې يو څو شيبې وروسته خبريالانو ته څرګندونې وکړى . ",بشردوست د ولسي جرګې پر مشرتابه سختي نيوکي کړي 373,," د فارياب څخه ولسى جرګې ته وکيل سردارمحمد رحمان اوغلى د ٨٥رايو په ګټلو سره نن د ولسى جرګې د منشى دنده ترلاسه کړه . د منشى د څوکۍ له پاره د يوې ميرمنې په ګډون شپږوو کيلانو ځانونه کانديد کړى وو. ",سردار محمد رحمان اوغلى د ولسى جرګې منشى شو. 374,حقمل," محمد صالح سلجوقى د ٨٢ رايو په ګټلو سره د ولسى جرګې د منشى د مرستيال وتاکل شو . په دغو سياليو کې څلورو کسانو ګډون درلود. محمد صالح سلجوقى د هرات ولايت څخه د ولسى جرګې وکيل دى . ",دولسى جرګې د منشى مرستيال و ټاکل شو . 375,حقمل," يونس قانونى او دولسى جرګې مرستيال ، منشى او د مرستيال او منشى مرستيالان د ولسى جرګې د مشرتابه پر څوکيو پر داسې مهال کيناستل چې دولسى جرګې دوو تنو غړو رمضان بشر دوست او ملالۍ جويا د ولسى جرګې پر رييس قانونى او مرستيال سختې نيوکې وکړې او دوى يې جنګې جنايتکاران وبلل .يونس قانونى د ولسى جرګې په څوکۍ له کيناستلو وروسته يوازې په لنډو خبرو کې دومره وويل چې ماته د ولسى جرګې اکثريت غړو رايه راکړې ده او دا يوازې د دوو تنو وکيلانو نظر دى . ملالۍ جويا خبريالانو ته وويل چې دولسى جرګې مشر داسې کس بايد ټاکل شوى وى ، چې پر قانون پوه وى اوجنګى سابقه يې نه درلودى . ملالۍ جويا په ټينګار سره وويل ، ترڅو چې يونس قانونى د ولسى جرګې د وکيلانو په وړاندې رسما د پخوانيو جنايتونو بخښنه ونه غواړى مشرتوب به يې ونه منى . همداشان رمضان بشردوست وويل چې ديونس قانونى په هکله چې د کورنيو چارو او د پوهنې وزارت دندې يې په غاړه درلودې ډير اسناد او شواهد لري او په راتلونکې کې به يې پارلمان ته وړاندې کړى . ",قانونى د ولسى جرګې د مشرتابه په څوکۍ کيناست . 376,حقمل," د هغه تړون له مخې چې د تاجکستان او ترکيې تر مينځ لاس ليک شوى دى ، تاجکستان غواړى دامو پر سيند چې له افغانستان سره پر ګډه پوله بهيږى د بريښنا د توليد په موخه درى بندونه د ترکيې په مرسته جوړ کړى ددغو بندنو ټول لگښت ٦ ميليارده ډالره اتکل شوى دى . ويل کيږى ددغه بندونو ډيره بريښنا به يې په افغانستان او پاکستان وپلورى . دتاجکستان چارواکو لامخکې د افغانستان او پاکستان له لوړ پوړو چارواکو سره په دې هکله خبرې کړى دى .اس مهال هم د افغانستان ځينى شمالى سيمى د تاجکستان په بريښنا رڼا دى .د افغانستان د بريښنا وزير اسمعيل خان څو موده وړاندې په دې موخه تاجکستان ته سفر کړى وو. د افغانستان پلازمينه کابل او اکثريت سيمې بريښنا نه لري او ولس سرټکوى چې افغان حکومت په دې برخه کې هيڅ ډول لاس ته راوړنه نه لري . ",تاجکستان پر امو سيند ٣ بندونونه جوړوى . 377,حقمل," د جرمنىهېوا د دفاع وزير فرانس جوزيف د افغانستان څخه د ليدنې او کتنې په ترځ کې ويلى دى چې د خپلو ځواکونو ډيره شميره به د روان کال په لومړيو کې له کابل څخه د افغانستان شمال ته وليږدوى . جرمنى ٢٥٠٠ سرتيرى په کابل کې لرى چې له هغو څخه به ٢٠٠٠ سرتيرى شمال ته وليږدوى .فرانس جوزيف د پنجشنبې په ورځ له خپل افغان سيال ستر جنرال عبدالرحيم وردک سره په کابل کې وليدل . ",د جرمنې ډيره سرتيرى شمال ته ليږدول کيږى . 378,," د الغدسياسى ګوند ٤١کلن مشر ايمن نور د قاهرى د محکمې له خوا په پنځه کاله بند محکوم شو . ايمن نور په دې تورن شوى دى چې د سياسى ګوند د ثبت له پاره يې جعلى اسناد کارولى دى . ده دا تورونه بې بنسټه بللى او وايى چې د ده نيول او بندى کول سياسيى بڼه لري . ايمن نور د مصر د ولسمشر حسنى مبارک په وړاندې د ولسمشر په ټاکنو کې يو پوخ سيال ګڼل شوى دى . ",د مصر يو مخالف مشر په بند محکوم شو . 379,انجنير نواب," انجنير نواب د نړۍ اکثره خلک په دې حقيقت خبر دي چي د افغانستان د نفوس زياته برخه پښتانه تشکيلوي او هيڅ څوک له دې حقيقت څخه سترګي  نشي پټوﻻی . که چيري مونږ په کابل کي دقيقه سرشمېرنه وکړو نو دې به ټولو ته څرګنده شي چي په کابل کي د پښتنو نفوس له بل هر قوم څخه زيات دي خو دا هر څه زمونږ د دري  لسيزو ناخوالو او جنګونوورک کړيدي دا ځکه چي پدغه دوران کي نوري ژبي په کابل محکومي وي او اکثره پښتنو خپله ژبه پريښوله او په نورو ژبو خصوصٌا په دري ژبو يي خبري کول پيل کړل. ددي که هر علت وي زه هغي پسي نه ګرزم. په کابل او زينو نورو وﻻياتو کي د پښتو ژبي د تعليمي نصاب نه موجوديت خو لمړۍ ګناه په خپله د پښتنو ده. دا ځکه چي دا اوس پښتانه په حکومت کي مکمل قدرت لري او په هره اداره کي پښتانه له نورو څخه زيات دي خو که چيرته په کابل کي کومي دولتي اداري ته ورشي او عريضه دي په پښتو ژبه ليکلي وي نو لمړۍ همدغه با غيرته پښتون ځوان ځواب در کوي چي (معذرت ميخواهم عريضه تان غلط است) که پښتنه وکړي چي ولي غلطه ده ځواب يي داوي  چي ( به زبان پاکستاني است) په خپله پښتانه خپله ژبه پردۍ کوي او چيري په دري ژبه عريضه وليکي نو هغه صحيح وي او خصوصاٌ که ايراني لغتونه ولري نو هغي ته خو هيڅ څوک غلطه نشي ويلي. نو په دي ادارو کي مامورين پښتو ژبه په رسميت نه پيژني. يو ځل زمايودوست د لوړو زده کړو وزارت ته ورغلي ؤغوښتل يې چي خپل ديپلوم تر ﻻسه کړي، هغه ويل چي ما عريضه په پښتو ژبه ليکلي وه نو د هغه وزارت يو لوړ رتبه مقام ته مي وروړله چي هغه يې امضاْ کړي او مربوطه شعبي ته مي واستوي، خو کله چي هغه جناب عريضه ولوستله نو ماته يي وويل چي( عريضهء  تان غلط است برو ديګه عريضه بنويس) ما وويل صحيح ده زه ولاړم هماغه عريضه مي په دري ترجمه کړله بيا راغلم چي عريضه مي ورته وړاندي کړله نو هغه وويل چي( اينه الي فهميدي من همين زبان پاکستاني را هيچ خوش ندارم) عريضه يې ژرژر امضاْ کړله. نو په هغه وخت کي زه پدي مشکل وپوهيدم. اوس تاسي قضاوت وکړۍ چي مشکل چيري دي او څوک ملامت دي. نو د اصل مشکل د حل لپاره بايد ټول پښتانه دا خپله وظيفه وګڼي او بايد مټي ررانغاړي چي خپلي ژبي ته بيرته حقيقي بڼه ورکړو.په هغه صورت مونږ کوﻻي شو چي پښتو رسمي  ژبه کړو او په کابل کي د پښتو ژبي مکتبونه پيدا کړو. په کابل کي د مکتبونودتعليمي نصاب تبديلول پښتو ژبي ته يوه ډيره اساسي او په ځاي خبره ده او خداي دي وکړي چي يوه ورځ زمونږ دغه ارمان عملي بڼه واخلي، او داد هر افغان حق دي چي په مورنۍ ژبه تعليم وکړي، کابل دافغانستان مرکزدي حال دا چي دافغانستان له نيمايي څخه زيات نفوس پښتانه تشکيلوي خو په کابل کي يو مکتب په پښتو ژبه تعليمي نصاب نه لري، په پوهنتون کي به يو مضمون هم په پښتو ژبه ونه ګوري، استاد به پښتون وي خو درس به په فارسي ژبه ورکوي. دا ولي؟ که دا پوښتنه له همهغه استاد څخه وشي نو واي چي محصلين او يا شاګردان په پښتو نه پوهيږي ځکه په دري ژبه درس ورکوم خو هيچا دا ونه وييل چي شاګردان يا محصلين په دري نه پوهيږي ځکه په پښتوژبه ورته تدريس کوم. زمونږ جمهور رييس صاحب چي کندهاري دي او اصل پښتون ځان ته واي په بيانيه کي 80٪ دري واي او 20٪ پښتو واي خو د جمهوري رياست دوه محترم معاونين چي يو يي تاجک او بل محترم يي هزاره دي هيڅ کله له دري څخه په غير په بله ژبه نه غږيږي. داسي څوک به پيدا نه شي چي وواي چي فلاني معاون صاحب په فلاني ځاي کي په پښتو ژبه خبري وکړلي، او دا مشکل ټول پښتانه لري. که چيري مونږ يو مجلس کي وګورو که 20 نفر پښتانه وي او يو تاجک وي نو دا به ټول په فارسي خبري کوي د هغه يو نفر تاجک لپاره. خو هغه يو نفر تاجک څخه به يو حرف د پښتو ونه اوريدل شي. نو راځۍ پښتنو ورونو او خويندو چي د خپلي مورنۍ ژبي د خدمت لپاره سره يو شو او په دولتي او غير دولتي ادارو کي خپله ژبه له پرديتوب څخه وژغورو او راتلونکي پښتون نسل ته يو څه خدمت وکړو، او هر څوک چي واي چي پښتو ژبه غلطه ده هغه پدي پوه کړو چي دا ژبه يوه ملي ژبه ده او بايد څوک ورته غلطه ونه ويل شي.   ",پښتو ژبه او افغانستان 380,," ځلمي مشال پروفيسور، استاد برهان الدين رباني د افغانستان د جميعت اسلامي ګوند مشر دا څويم ځل دي چي دسيالي ميدان مخكي لدي چي سيالي پيل شي خوشي كوي. د جهاد په مهال ګلبدين حكمتيار او برهان الدين رباني ترنورو ټولو جهادي مشرانو مخكښي څيري وي، خو ورو ورو چي د احمد شاه مسعود سياسي او پوځي قامت لوړيده هومره د استاد اغيزه د جميعت اسلامي پرګوند كمزوري كيده، د مجاهدينو د واكمني پرمهال ټولو ته څرګنده وه چي مهمي سياسي او پوځي يريكړي د احمد شاه مسعود په لاس كي وي او استاد يواځي په دي خوشحاله وو چي ګواكي ولسمشر دي، داسي ولسمشر چي د واكمني ستني يي په قومي اوژبني تبعض ولاړي وي او ټول هيواد د كورني جګړي په اور كي سوځيده ، استاد رباني د يو اسلامي نظام د داعيي سره سره د يو داسي اتحاد ( اتحاد شمال چي بيا وروسته يي د جبهه متحد نوم خپل كړ)مشري قبوله كړه چي غړي يي د ايديالوژي له اړخه د متضادو دريځونو خاوندان وو او يواځي قومي اوژبني كركي او نفرت سره يو ځاي كړي وو. استاد د رياست په مينه كي هرڅه ومنل خو دي ته هيڅكله چمتونشو چي درياست له څوكي تير شي او ملت له كورني جګړي وژغوري. دقدرت په سر جګړو كي په زرهاو خلك ووژل شول، ملي او شخصي شتمني لوټ اوتالان شوي په دي موده كي په ټول هيواد او بيا په تيره په كابل كي نه د چا سر خوندي وو نه مال او نه ناموس، خو په اصطلاح پهلوان زنده خوش است، استاد خوشحاله وو چي ولسمشردي.  د ژبنيو كركو كوم اور چي داستاد د واكمني پر مهال بل شوي وو، زمينه دي ته مساعده كړه چي پاكستان په برياليتوب سره دطالبانو پروژه پلي كړي، د استاد له واكمني نه دخلكو د بيزاري له امله طالبانو په اساني خپله د واكمني لمنه خپروله او د استاد د واكمني لمن ورو ورو ټوليدله، استاد د رياست دكرسي سره ورو ورو په شا تلو چي بالاخره سر يي بدخشان ته ورسيد او دخپلي كرسي د ساتلو په خاطر يي د افغانستان پلازمينه هم بدخشان ته ځان سره يووړله. د طالبانو د له منځه تلو وروسته رباني ته يوواري بيا دا هيله پيدا شوه چي ګني وبه كولاي شي په بيلا بيلو حيلو اوپلمو ځان د رياست كرسي پوري ونښلوي، او د خپل رياست موده د ربړ په شان وغزوي، خو داځل د نظار شوروي ورسره ملګرتيا ونكړه، ويل كي د بن نه د نظار دشوري ديو غړي په يو تيلفون رباني دي ته اړ شوچي واك لنډ مهالي اداري ته وسپاري ، په دي توګه د نظار شوري د رباني پر اوږو پر پښو ايښودولو وكولاي شول په دي اداره كي څو مهم وزارتونه لاس ته راوړي او استاد يواځي پر غاښونو چيچلو اكتفا وكړي. د بيړني لويي جرګي په مهال د كرسي ميني يو ځل بيا استاد دي ته وهڅوو چي ځان دولسمشري مقام ته ونوموي، خوبياهم د يوڅو وزارتو په سر يارانو يي يو ځل بيا دي يواځي پريښود اواستاد دي ته اړ شوچي د ولسمشري لپاره د سيالي ميدان خوشي كړي. د اساسي قانون په لويه جرګه كي د استاد دريځونو وښوده چي دي څومره د قومي او ژبنيو كركو په لومو كي نښتي دي. دولسمشري په ټولټاكنو نور نو دي په دي پوهيدلي وو چي د هيواد په كچه په سياليو كي ګډون ده ته شوني ندي، همدا وو چي غلي پرخپل ځاي كښيناست، خو په پارلماني ټاكنو كي ده وكولاي شول د پارلمان د۴۴۹ غړو له ډلي څخه د يو غړي په توګه ولسي جرګي ته لار پيداكړي، د پارلمان رياست چي په حقيقت كي دپارلمان دوياند كرسي ده خو څرنګه چي د رياست نوم ورسره تړلي دي يوځل بيا د رياست سره د استاد مينه راوپاروله او استاديي دي ته اړكړو چي ځان د پارلمان رياست ته كانديد كړي، ګوندي په دي توګه وكولاي شي ځان ته د اوړو پوزه كيږدي. د پارلمان د رياست لپاره په ټولو كانديدانو كي د ده تله درنه ليدل كيده، ډيرو داسي ګومان كاوه چي دده د سپين ږير توب له امله شايد دولسمشر ملاتړ هم ده سره وي پرته لدي ښايي يو شمير مجاهدينو هم ده ته راي وركړي وي، خو استاد يو ځل بيا د سيالي ميدان خوشي كړ او يو ځل بيا د ژبني اوقومي تعصبونو تراغيزي لاندي راغي او دهمدي تعصبونو پر بنسټ د خپلي كاندياتوري نه د يونس قانوني په ګټه تير شو. دده په پرتله كه دحاجي محمد محقق دريځ وګورو نو بي انصافي به وي چي د محقق ستاينه ونه كړو، استاد محقق سره لدي چي پخوا د عبدالرب رسول سياف سره ډير اختلافات درلودل خو د ملي وحدت د پياوړتيا په خاطرمحقق د سياف په ګټه له خپلي كانديداتوري نه تير شو، محقق وښوده چي پرون يي هير كړي او د يو روښانه راتلونكي په خاطر خپل رغنده رول لوبولو ته چمتو دي.  قانوني وكولاي شول يو ځل بياد استاد رباني په اوږو ځان خپلو موخو ته ورسوي خو استاد د پخوا په شان يو ځل بيا بايلوده، پاتي شوه د جميعت اسلامي مشري نو هغه دي د استاد مبارك وي، بي له هغي هم پهلوان زنده خوش است. ",استاد برهان الدين رباني بيا بايلوده 381,حقمل," د غزنى ولايت په ده يک ولسوالۍ کې دوو منځنيو ښونځيو ته تيره شپه اور اچول شوى دى . سيمه ايزو دولتى چارواکو ويلىدى چې د ښونځيو ودانيو ته زيان رسيدلى دى او د ښونځيو ډير شمير کتابونه ، ميز او څو کۍ سوى دى . د پېښې عاملين نه دى په ګوته شوى او نه په دې تور څوک نيول شوى دى . ",٢ ښونځيو ته اور اچول شوى دى . 382,حقمل," د کندهار هرات د لويې لارې په اږدو کې تيره شپه د ګرشک سيمه کې نامعلومو وسله والو کسانو پر يوه امنيتى پوسته بريد کړى دى او يو سرتيرى پې په کې وژلۍ دى . د سيمې پوليسو دغه بريد منلى دى او وايى چې له څو ساعته نيښتې وروسته بريد کونکى تښتيدلى دى . ",په وسله وال بريد کې يو سرتيرى وژل شوى دى . 383,حقمل," د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت په پام کې لري چې د يو نوې مقرې له مخې ټول بهرنى کارګران چې دې کار له پاره افغانستان ته راغلى او راځى ثبت او راجستر کړى . د څلورو کلونو په تيريدو سره افغانستان د پاکستان، ايران اوترکيې د ګارګرانو دکارموندى يو ښه مارکيټ ګرزيدلى او دا اوس مهال څه ناڅه ٧٠ زره پاکستانى ګارګران د افغانستان په غټو ښارونو کې په کار بوخت دى . دکار او ټولنيزو چارو وزارت محمد غوث بشيرى ويلى دى ،دغه وزارت د نويو تدبيرونو په نيولو سره غواړى د بهرنيو کارګرانو له پاره د کار جواز ، ډول ، استخدام اود ثبت يو شمير فورمې وويشى . په دغه لړۍ کې د سفارتونو او د ملګرو ملتونو ددفترونو کارکونکى او ګارګران ګډون نه لري مګر د نورو ټولو بهرنيو موسساتو کارګران او متخصصين به د دغه مقررې له مخې ثبت او راجستر شى .ددغه وزارت چارواکى دغه اقدام د بيکارى د بحران د کموالى په موخه اړين بولى . ",ټول بهرنى ګارګران به په افغانستان کې ثبت شى . 384,حقمل," د پرتګال صدراعظم ژوسى سکراتيش پرون په افغانستان کې د خپلو عسکرو له حال څخه ځان له نيږدې خبر کړ او د افغان ولس مشر حامد کرزى سره يې په کتنه کې د ملى شورا د جوړيدو په هکله ده او افغان ولس ته مبارکى وويله . پرتګال په افغانستان کې د ايساف په چوکات کې ١٦٠ تنه فوځيان او سرتيرى لري . ",د پرتګال صدراعظم له افغانستان څخه کتنه کړې ده . 385,," په کابل کې د ايتاليا سفير د ولسى جرګې له رييس يونس قانونى سره په يوه کتنه کې ده او دولسى جرګې لسو تنو نارينه او ښځينه وکيلانو ته بلنه ورکړه چې د ايتاليا د پارلمان څخه په يو مناسب وخت کې ليدنه وکړى . قانونى په دې هکله خوښى ښودلې او ويلى يې دى چې په پام کې لري د کارپوهو او متخصيصينو يو بورد جوړ کړى ،چې په دغه بورد کې به د ايتاليا د پارلمانى چاروکارپوهان ګډون ولرى . ", افغان وکيلانو ته د ايتاليا د ليدو بلنه 386,," ", 387,حقمل," د خوست ولايت په قلندر ولسوالى او د پکتيا د زرمت ولسوالى پر يوه امنيتى پوسته تيره شپه وسله وال بريدونه شوى دى ، چې په کې مرګ نه دى رامينځ ته شوى . يوازې د زرمتو د امنيتې پوستې يو سرتيرى ټپى شوى دى . چارواکو ويلى دې چې په دې هکله يې پلټنې پيل کړى دى . ",په خوست او پکتيا کې بريدونه . 388,حقمل," تيره شپه د ٩ بجو په شاوخوا کې د کابل ښار د يکه توت په سيمه کې يو توغندى د کور په يو ديوال لګيدلۍ دى . د دغه توغندې له کبله چاته مرګ او ژوبله نه ده اوښتې مګر د سيمې يو شمير کورنو ته يې زيان رسولۍ دى . د پوليسو يو چارواکى ويلى دى چې دغه توغندى د کابل له شرقى سيمې څخه توغول شوى دى . ",تيره شپه په کابل يو توغندى ولګيد . 389,حقمل," د القاعدې دويم کس ايمن الظواهرى په يو صوتى کسټ کې چې د العربيه عربى ټلويزيون خپور کړى دى ، طالبان او ملامحمد عمر ستايلى دى او وايى چې د طالبانو تحريک د افغانستان ديوې لويې برخې واک په لاس کې لري .دغه ټلويزيون د دغه کسټ ٣٠ ثانيې خپرې کړى دى او ګومان کيږى چې د ايمن الظوارى غږ به وى .د يو کال په ترځ کې دادالظواهر اتم غږ دى چې خپريږى او په تيرو څلورو کلونو کې د اسامه او ايمن ٣٠ پيغامونه د خبرى رسنيوله لارې خپاره شوى دى .افغان دولت داډول څرګندونې بې بنسټه بولې او وايې چې دولت په حالتو حاکم دى او دهېواد ټولې سيمې او ولسوالى ددولت تر بشپړ کنترول لاندى دى .ددولت وياندرحيمى او ددفاع وزارت وياند دا ومنله چې ځاى ځاى کله د ورانکارى پېښې رامينځ ته کيږى مګر امنيتى وضعه د ورځې په تيريدو سره ښه کيږى . ",ايمن الظواهرى ملاعمر ستايلى دى . 390,صميم کټوازی," د صميم کټوازي  راليږنه وادۀ خو يو تړون دی ،اهتمام د سړيتوب دی   اغاز د نوي ژوند دی احترام د سړيتوب دی .... وادۀ =نکاح له هغه تړون څخه عبارت دی چې د يوۀ اجتماعي قرارداد له مخې د ښځې او سړي ترمنځ د ګډ ژوند د روابطو د ايجاد اود نسل د توليد لپاره سرته رسېږي ، ياني له دې لارې ،د يوۀ اجتماعي قراداد،له مخې د سړي او ښځې ترمنځ پۀ کورنۍ او بيا پۀ ټولنه کې حقوقي پولې ټاکلې کېږي ، ښځه د ښځيتوب ،قطب اشغالوي ،چې د مينې ،عاطفې ،محبت ،صميميت او نورو عاطفي رجحاناتو مرکز بلل کېږي ،او سړی دمېړۀ توب تشه ډکوي ،چې برسېره پردې ، بايد مينه او عاطفه ولري د کورنۍ د نظم پۀ ټينګوالي کې اغېزمن نقش لوبوي ، چې پۀ دې توګه پۀ لمړي ځل يوه کوچنۍ ټولنه ( کورنۍ ) منځ ته راځي چې زموږ کړۀ وړۀ او سلوک پکې شروع کېږي، ټينګوالی پيداکوي ، او د ښځې او مېړۀ دواړه لپاره يو تربله پۀ لمړي ځل يوڅۀ ګډ حقوق او وجايب ټاکي ، چې هر يو يې بايد پۀ سرته سولو کې صميمانه او مخلصانه هڅه وکړي ، لکه څرنګه چې مو پورته يادونه وکړه ، کورنۍ پۀ واقعيت کې د قدرت او عطوفت يو کان دی ، چې مور پکې مينه او عاطفه تمثيلوي ،او پلار برسېره پردې چې بايد مينه او عاطفه ولري د کورنۍ پۀ نظم او ټينګوالي کې اغېزناکه برخه لري ، د همدې عاطفې او قدرت ،له مخې پۀ دې وړه ټولنه کې بشپړ تفاهم او همکارۍ منځ ته راځي ، او ددې وظيفو وېش د حاکم او محکوم پۀ توګه نه ،بلکې د برابرۍ او انډيوالۍ پر عنوان ،سرته رسېږي ، که څۀ هم د نارينه زيات کارونه له کوره د باندې او د ښځې پۀ کور کې دننه دي ، اما هريو يې پۀ باندينيو او کورنيو چارو کې ، يو له بل سره ، د برابرۍ او انډيوالۍ د اصل له مخې مرسته او ملګرتيا کوي له دې کوچنۍ ټولنې ،چې پۀ واقعيت کې د يوې سالمې او متکاملې ټولنې لمړنۍ خښته ده ، نهايي عطوفت او رحمت سرچينه مومي .څرنګه چې داوړه ټولنه د ښځې او مېړۀ له ګډ ژوند څخه منځته راځي ، نو ډېر ه او بېخي ډېره اړتيا ليدل کېږي ، چې د وادۀ پۀ صورت کې د هلک اوانجلۍ دواړو رضا او خوښې ته دلمړيتوب حق ورکړل شي ، دا کار د نکاح پيوند متداوم او ټينګ ساتي ،ځکه چې د هلک او انجلۍ د دواړو لپاره مخکې تردې چې له يوۀ او بل سره خپل ګډ ژوندپيل کړي ، دا حق تثبيت سوی وي ، چې د يوۀ او بل پۀ انتخاب کې خپله علاقه و ښيي ، اما پۀ دې برخه کې شرعي او اخلاقي بريدونه بايدپۀ هر صورت کې وساتل شي ، نه داچې هلک او انجلۍ دې يو ، پۀ يو او يا پۀ پټ ځای کې يو او بل انتخاب کړي ، ځکه چې پۀ داسې کولو ، طبيعي ده ،دواړه لوري به غيرشرعي او غير اخلاقي کار ته زړۀ ښۀ کوي ، چې ناوړه پايلې يي وټولې کورنۍ او پۀ پای کې ټولنې ته متوجه کېږي ، ځکه چې پۀ ساده ، خو ولې ډېرې علمي اصطلاح ، اوبۀ د سر له خوا راخړې شوې وي ، چې پۀ پای کې يي رڼېدل د لېوني د خوب پۀ مانا دی ، ښه بېلګه يي زموږ پۀ وړاندې د ځينو تش پۀ نامۀ موډرېټ او موډرن خلکوبې خونده او بې کيفه ژوند دی چې د پراخه او پرېمانه مادي شتو برسېره يي هم ژوند د بې باورۍ ، ناچاقۍ ،انتشار او بې نظمۍ پۀ غېږ کې پروت دی ځکه چې دوئ د هلک او انجلۍ خوښه، يا پۀ بله ژبه فردي ازادي پۀ بې بند وبارۍ اخيستې ، چې اجتماعيات او اخلاقيات پکې له يوې مخې تر پښو لاندې دي ، د همدې غير فطري مفکورې پر بنسټ يې اوس کورنۍ وضعه د مدنيت و هغه لوړ مقام ته رارسېدلې چې ، انجونې او هلکان يې له وادۀ او نکاح څخه بېزاره سوي ، او دا د دقيانوسيت او رجعت د دورې يو زوړ دود بولي ! خوخير - زموږ بحث پردې موضوع نه دی ، واقعيت دادی ، کوم خلک چې له وادۀ سره مينه او علاقه نه ښيي ، له کورنۍ سره مينه نه لري ، چې پۀ واقعيت کې د انساني ټولنې د وروسته پاته کېدو او رکود لا مل کېږي ، ځکه چې لکه څرنګه چې مو پاس يادونه وکړه ډېر خلک سته ، له لوېديځوا ل تمدن څخه پۀ اغېزمنتيا کې ،يوازې رهبانيت خوښوي ،او د وادۀ او د نسل له زېږېدا څخه ځان ساتي ، دوئ داسې اټکل کوي ، چې ګواکې د وادۀ پۀ صورت کې د انسان فکري ځواکونه او استعدادونه له کاره لوېږي ، ځکه چې (د هغوئ پۀ اند ) د ټولې کورنۍ غم ورپرسر وي ، يوه شېبه هم نۀ شي کولای چې د ځان او شاوخوا پۀ هکله فکر وکړي ، ځکه يي ټول فکري استعدادونه او ځواکونه له کاره لوېږي ، او دافرصت پۀ لاس نه ورځي ،چې خپل استعداد پر کار واچوي ، اما د دوئ ددې پوچې او سطحي ادعا ، چې پۀ عمل کې معکوس دريځ لري ، برعکس ، د مېړۀ توب او ښځيتوب ژوند يوې ، موسسې ته ورته دی ، چې د کار او فعاليت ،پراخه ساحه او وسيله پکې موجوده وي ،او ډېرې ګټې لري ، راځئ چې پۀ لنډ ډول يې بيا ن کړو , ١...ښځه او سړی چې وادۀ کوي ، پۀ غالب ګومان ، ناروا او غير مشروع کارونو ته ، چې مادي او هم مانوي تاوان لري ، زړۀ نه ښۀ کوي ، دا کار که له يوې خوا پۀ وګړنيزه توګه د هغوئ د اخلاقي او ايماني مورال د ټينګوالي او جګوالي لامل کېږي ، نو له بلې خوا د کورنۍ د نظم ، د نسل د پايښت او د نسب د اثبات سبب کېږي ٠ چې د يوې سالمې ټولنې تاداؤ ږدي . ٢....کومې ښځې او سړي چې ودونه کوي د ژوندانۀ سېک يې زياتېږي او اوږد ژوند کوي ، لکه څنګه چې ملګرو ملتونو ، د ١٩٥٩ زېږديز کال د جون پۀ شپږمه نېټه ، پخپل هغه راپور او دقيقې احصائيې کې چې پۀ ١٩٥٨ زېږديز کال کې يي د نړۍ له بېلابېلو ټولنو څخه راټوله کړې وه ويلي دي ((کوم و ګړي چې وادۀ کوي ،پياوړي ، غښتلي او د لوړې حوصلې خاوندان وي ، د هغوئ د عمر اوسط تر ""مجرد"" وګړو زيات او پۀ زړښت کې مړۀ کېږي )) ٣....د مېړۀ توب او ښځيتوب ژوند ، لکه څرنګه چې مو ياده کړه ، يوې موسسې ته ورته دی ، د کار او فعاليت پراخه وسيله او ساحه پکې موجوده وي ، د همدې فعاليتونو او کواندې هڅې انکشاف او پراختيا ده ، چې انساني ټولنه پرمخ بيايي او سړي ته د اجتماعي چارو د ادارې پۀ فن کې قدرت ورکوي . ٤... وادۀ د نسل د زېږدا سبب کېږي ، مېندې او پلرونه د هغه مينې او شفقت له مخې ، چې له خپلو اولادونو سره يي لري ، د هغوئ پۀ وړ مادي ،بدني پالنه ، اروايي او اخلاقي روزنه کې زيار باسي ، او پۀ دې توګه و خپلې ټولنې ته صالح او ګټور وګړي وړاندې کوي . ٥...کوم خلک چې وادۀ کوي ، له ډېرو داسې خلکو سره يي خپلوي او اشنايي پيدا کېږي ، چې مخکې تر وادۀ يي ورسره نه لرله ، دا کار د کورنيوتر منځ د خپلوۍ د ټينګښت او نږدېکت سبب کېږي ، چې د يوې پراخه ، سالمې ،متکاملې ټولنې -تمدن بنسټ ږدي ........!!! د اوې د وادۀ ګټې ، چې موږ پۀ لنډ ډول بيان کړې ، اما که يي لا پۀ ژور او علمي ډول تر څېړنې لاندې ونيسو ، ښايي کتابونه پرې ډک شي ، خوددې يوې خبرې يادونه بايد وکړم ، که پۀ رښتيا هم د ښځې او مېړۀ ترمنځ پخپل ګډ ژوند کې ټول حقوق او وجايب ، چې دواړو ته د نارينتوب او ښځيتوب د فطري وېش ،او خپل طبيعي صلاحيت او مسؤليت پۀ چوکاټ کې ورسپارل کېږي ، د برابرۍ او انډېوالۍ پۀ عنون سرته و رسېږي ، پۀ بشپړ باور چې هرې ښځې او سړي ته به پۀ دنيا کې خپل ژوند پۀ جنت کې ښکاره شي .........!!! ",واده ( نکاح ) او پر انساني ژوند ئې اغيزې 391,حقمل," په کندهار دولتې چارواکو ويلى دى چې ٤ تنه طالبان هغه وخت ووژل شول ، کله چې دوى غوښتل د لارې په اوږدو بمونه خښ کړى .دغه پيښه پرون شپه د کندهار ولايت د ميوند ولسوالى په مربوطاتو کې رامينځ ته شوې ده .بمونه د خښولو پر مهال چاوديدلى دى . د چارواکو د وينا له مخې په دغه پېښه کې ملکى او دولتى کسانو ته مرګ او ژوبله نه ده رسيدلې . ",په بمى چاودنه کې ٤ طالب اورپکې وژل شوى . 392,حقمل," په کندهار يو امنيتى چارواکى بينوا ته وويل چې نن سهار يې د ډنډ په ولسوالۍ کې په دو جلا پېښو کې ٣ تنه بريد کونکى چې د ځان مرګو بريدونو ټکل يې درلود ونيول . لومړى کس له چاوديدونکوتوکو او يو موټر سايکل اوڅو گړۍ وروسته دوه کسان له څلورو موټرسايکلونو سره يو ځاى ونيول شول . چارواکى وويل له نيول شويو کسانو څخه پوښتنى او پلټنې روانى دى . ",٣ بريد کونکى په کندهار کې نيول شوى دى . 393,حقمل," د پاکستان شمالى سيمې يوې کمزورې زلزلې لړزولې چې دمرګ ، ژوبلې او زيان په هکله يې لا تراوسه څه نه دى ويل شوى . زلزله د ريخترپه کچه څلور اعشاريه شپږ درجې اټکل شوې ده . داسلام اباد او ځينو نورو سيمو اوسيدونکې په بيړه او ويره سره لارو او کوڅو ته راوتلى وو . ٤٥ ورځې وړاندې د پاکستان تر کشمير لاندې سيمې يو زورورې زلزلې و ځپلې چې څه ناڅه ٩٠٠٠ انسانان په کې ووژل شول . ",په پاکستان کې زلزله شوې ده . 394,حقمل," د يکشنبې پر شپه د خوست ولايت د ټنيو پر ولسوالى باندې د نامعلومو وسله والو کسانو د سپکو اودرندو وسلو بريد شوى دى چې په کې يو پوليس ټپى شوى دى . چارواکو دغه بريد کونکى دهېواد دښمنان بللى دى . ",د ټنيوپر ولسوالى بريد شوى دى . 395,حقمل," د ايران د بهرنيو چارو وزير منوچهر متقى نن له غرمې مخکې کابل ته راورسيد. دا د ايران د بهرنيو چارو د وزير لومړنۍ سفر دى چې افغانستان ته يې کوى .دغه سفر په داسې وخت کې ترسره کيږى چې د افغانستان ولسى جرګې او مشرانو جرکې مشرتابه هيات ټاکل شوى دى او په دې وروستيو کې کابل د يو شميرلوړپوړو بهرنيو چارواکو کوربه دى . ويل شوى چې په دغه سفر کې به منوچهر د ولسمشر حامد کرزى ، د بهرنيو چارو له وزير ډاکتر عبدالله ، د ولسى او مشرانو جرګې د مشرانو او يو شمير نورو دولتى چارواکو سره وګورى .په دغه کتنو او ليدنو کې به د دوه اړخيزو همکاريو ،د کډوالو د راستنيدو ، بياودانولو ، فرهنګى او اموزشى برخو کې بحث او خبرى وشى او يو لړ تړونونه به لاس ليک شى . ",د ايران بهرنيو چارو وزير افغانستان ته راورسيد. 396,حقمل," د کډوالو د راستنيدلو چارو وزير اعظم دادفر پرون يوې خبرى غونډې ته وويل ، چې افغان حکوت په زور سره د افغان کډوالو دايستلوله چلند سره مخالف دى او هيله لري چې افغان کډوال په خپله خوښه ستانه شى .ده د جرمني هېواد له اړوندو چارواکو څخه وغوښتل چې افغان کډوال دې په زور سره له خپل هېواد څخه نه باسي .ده وويل چې دا يو اړخيزه پريکړه ده او موږ ورسره موافق نه يو او په دې اړه له ټولو هېوادونو سره ورته خبرې شوى او کيږى .په جرمنى کې څه ناڅه ٦٠٠٠٠ افغانان ژوند کوى او ١٦٠٠٠ افغانان د دايمى استوګنې اسناد نه لري او نه دى قبول شوى . جرمنى په پام کې لرى دغه افغانان له خپل هېواد څخه وباسي .ده وويل چې سږ کال يې ټول هغه کډوال چې د کابل ښار په مختلفو سيمو کې په خيمو کې اوسيدل په کورونو کې ځاى پر ځاى کړى دى او يوازې١٨٧ کورنى چې څاروى لرى نه دى چمتو شوى چې په کورونو کې ژوند وکړى . دوزير پرخبره دوى ١٠٤٠ کورنۍ په دولتى ودانيو او کرايى کورونو کې ځاى پر ځاى کړى دى . ده زياته کړه چې په راتلونکى کې به دغه کډوالو ته د کورونو د جوړولو په موخه د ځمکو نمرې وويشي . خو يو شمير کډوال بيا شکايت کوى چې کورونه يې دروازى او کړکۍ نه لري او پر دولت نيوکه کوى چې له دوى سره يې د خوړو او سون موادو په برخه کې هيڅ ډول مرسته نه ده کړې . همدا شان کډوال د بيکارى له ستونزې سره هم لاس په ګريوان دى . وزير وايې چې څه ناڅه څلورنيم ميليونه افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شوى دى . ",جرمنى د ې په زور سره افغان کډوال نه باسي . 397,حقمل," افغان ولسمشر حامد کرزى په افغانستان کې ټولو بهرنيانو ته چې په امنيت، بيارغاونه او نورو برخو کې په دنده او کار بوخت دى دکريسمس مبارکي ويلې او دوى ته يې د خوشاله اوښو شيبو هيله څرګنده کړې ده .دا اوس مهال په افغانستان کې د نړۍ د گڼ شمير هېوادونوډير شمير او سيدونکي په مختلفو ډګرونو کې په کارونو بوخت دى . ",افغان ولسمشر بهرنيانو ته د کريسمس مبارکي ويلې . 398,سيدحسين پاچا," ډېر د شكر ځای دی چې د الله جل جلاله په خاص فضل و مرحمت او لورېينې سره زموږ هېواد پس له درې لسيزو د يو سخت جنگي ، بحراني او مشكل پړاوه راوويست چې لومړی د سرتاسري او بيا ورپسې د پارلماني ټاكنو په نتېجه كې زموږ گران هېواد د يو منتخب حكومت او پارلمان جوگه شو . اگر چې يو څه نه بلكې ډېر مشكلات او نيمگړتياوې به موجودې وي ، خو الله دې راپوره او راحل كړي .په رښتيا كه انسان د قراني اصولو په چوكاټ او ارشاداتو كې نظر واچوي . الله رب العزت په سورة النمل كې د حضرت سليمان عليه السلام او د بلقيس په كيسه كې په ٣٢ ‘ ٣٣ ‘ ٣٤ ايتونو كې فرمايي :قالت ياايها الملؤا افتونی فی امری ماكنت قاطعةً امراً حتی تشهدون . قالوا نحن اولوا قوةٍ ونحن اولوا باسٍ شديدٍ والامر اليك فانظری ماذا تامرين . قالت ان الملوك اذا دخلوا قريةً افسدوها وجعلوا اعزة اهلها اذلة وكذلك يفعلون .په رښتيا چې قران مجيد يو جامع او كامل كتاب دی او هره كيسه يې د هر وخت او زمان سره مطابقت او سمون خوري . په رښتينې چې دا د پوهې خاوندانو لپاره د يو پند كتاب دی خو كه څوك ترې پند اخېستی شي . هر څومره چې يې لولې ، ورنزدې كېږې او ورسره اشنايي پيدا كوې هغومره انسان الله ته او الله رب العزت انسان ته ورنزدې كېږي . ياري ، دوستي او متقابل اړيكي يې سره پياوړي كېږي ، اگر چې الله پاك انسان ته د حبل الوريد نه نزدې دی او همداسې ده . د خدای پاك په دوستۍ انسان كاملېږي د شرافت ، عزت او د انسانيت لوړې مرتبې او رتبې ته رسيږي . عزت او ذلت دواړه د خدای جل جلاله سره دي . الله دې موږ د عزت خاوندان كړي د ذلت او خوارۍ څخه دې موږ وساتي .راځم بېرته خپل مطلب ته د حضرت سليمان عليه السلام او د بلقيس كيسې ته كله چې هُدهُد يعنې ملاچرگك حضرت سليمان عليه السلام ته خبر راوړ چې ما خو يو قوم وليد چې پادشاه يې ښځه ده يعنې ښځينه پادشاه پرې حكومت كوي او قوم يې د لمر عبادت كوي . الله پاك ورته هرڅه پرېمانه وركړي دي او د لوی تخت خاونده ده . نو حضرت سليمان عليه السلام ملكې بلقيس ته خپل خط ولېږه . ليك يې هُدهُد يعنې ملاچرگك ته وركړ او هغې ملكې ته ورسولو . هغه په خپل كارځي يعنې دربار كې ناسته وه چې د پېغمبر قاصد يو وړوكي مرغه ورته ليك په مخكې واچولو چې ليك يې خلاص كړ ورته ليكل شوي وو چې انه من سليمن وانه بسم الله الرحمن الرحيم . الا تعلوا علی واتونی مسلمين چې د الله جل جلاله توحيد او وحدانيت لوري ته يې بللې وه . هغه پوه شوه چې دا كار پرته د خدای له پېغمبره هېڅوك نشي كولای . راشه يوچل وكړه چې لومړی يو څه مال ودولت ورته وړاندې كړه كه قبول يې كړل خو ډېره به ښه شي او كه قبول يې نه كړل ، نو بيا خو د خدای د پېغمبر مقابله گرانه ده . هغوی ته دا پته وه چې د الله هېڅ يو پېغمبر د الله جل جلاله د توحيد ، وحدانيت او د رسالت په وړاندې هېڅ نه قبلوي . خپل قاصد او هيئت يې له ډېر مال ودولت سره ولېږه ولېكن حضرت سليمان عليه السلام قبول نه كړل . هيئت بېرته راغی او گزارش يې خپلې ملكې ته وړاندې كړ چې ستاسو هديه او تخفه قبوله نه شوه ، بلكې د هغې اعزاز ، شان وشوكت او مرتبه ډېره لوړه ده . هغه له تاسو څخه اطاعت الی الله غواړي بل څه نه غواړي .هغې باتدبيرې په سلطنت او پاچاهي پوهې ملكې خپله كابينه وزيران ، سلاكاران او د نن ورځې چې موږ ورته اوس پارلمان وايو راوغوښت او ترې سلا او مشوره يې وغوښته چې څه وكړي . دا ښكاره خبره ده چې د هر انسان طبيعت په مختلف ډول دی . څوك ډېر تند ، څوك نرم واعتدال پسنده ، څوك ډېر افراطي او څوك بيا نه ، څوك بيا په ځان او ملت دردمند او څوك بيا نه ، څوك د خپل ملت او رعيت غمخور او څوك بيا نه . خو د خدای جل جلاله حكمت په دې كې دا دی چې چا ته يې په پاچاهي او سلطنتي امورو كې خاصه پوهه وركړي وي او چا ته نه ، بلكې دا د هغه يو عنايت دی چې پر چا وشي . نو د بلقيس په وزيرانو كې هم داسې كسان ول چې ځېنې يې تېز ، تندرو او ځېنې يې بيا نرم او اعتدال پسنده ول . ځېنې يې صالح ، خيرخواه او سوله خوښوونكي په ملت دردمند او ځېنې يې بيا شرپسند ، جنگ غوښتونكي ول او جنگ يې خوښولو . خپله ملكه بلقيس چې يوه خيرخواه ، صالحه ، سوله خوښوونكې ، په خپل رعيت مهربانه ، مشفقه ، دردمنده او زړه سواندې ښځه وه او جنگ يې د خپل رعيت لپاره نه خوښولو . ډېری يا اكثريت د وزيرانو يا كابينې هم د ده په طرف ول ، نو همغه وو چې جنگ ته يې زړه ښه نه كړ او خبره يې د سولې او مفاهمې له لارې حل كړه . او خپلې كابينې ، وزيرانو او سلاكارانو ته يې عجيبه ، عقلمنده ، سنجيده او كوټلې خبره وكړه چې : ان الملوك اذا دخلوا قريةً افسدوها وجعلوا اعزة اهلها اذلة وكذلك يفعلون . دا د ملوكو ، سلاطينو يعنې پاچايانو او زورورو كار، عادت او خوي دی كله چې دوی بل كلي ، قريه او يا بلې باچاهي ته په خپل زور او په قوت سره ننوزي ، نو ورانوي يې او عزتمند قشر يعنې باعزته خلك يې ذليله ، خواروزار كوي او بلكې همداسې كوي ځكه چې په جنگ كې هېڅ څه روغ رمټ نه پاتې كېږي . دا د جنگ خواص دي او دا مسايل پكې هرومرو پېښېږي چې ښكاره دا دی دا مسايل موږ ټولو په خپلو سترگو په خپل هېواد او عراق كې وكتل. په تېره نن خو بيا د زبرځواكونو په جنگ كې هېڅ نه پاتې كېږي ځكه د غريب او زورور خو برابره نه ده . همغه وو چې ښو بااهلو وزيرانو او سلاكارانو د خپلې ملكې خبره ومنله او تاييد يې كړه . هوښيارې او پوهې ملكې د خپل ځان او د خپل رعيت د خوندي ساتلو لپاره د حضرت سليمان عليه السلام د الله جل جلاله د وحدانيت لوري ته بلنه ومنله او الله رب العزت يې په بدله كې نه يوازې دا چې د هغې هغه سلطنتي عزت ، جاه وجلال او اكرام وساته . بلكې هر څه يې له هغې زيات او د پېغمبر بي بي هم شوه چې په دې توگه د ټول امت مسلمه مور هم كېږي . ته گوره د الله جل جلاله دې حكمت ته چې په خپل رعيت او قوم باندې يې د زړه خوږۍ له امله د دنيا او اخرت سرلوړي او كاميابي ورپه برخه كړه . دا د الله جل جلاله كار او خوښه ده چا ته عزت وركوي چې خوښه يې شي او چا ته ذلت چې خوښه يې شي . پاك خدای دې د دوی دغه لاره زموږ ، زموږ د ټولو مشرانو ، پارلمان او د كابينې د وزيرانو او د مشرتابه په نصيب كړي چې د نورو هوساينه او گټه د خپل ځان په گټه او هوساينه مقدمه او مرجح وبولي .دا چې نن ورځ پس له دېرشو كلونو موږ ، زموږ هېواد او ټولنه د ملگرو ملتونو په ملاتړ ، د امريكا ، اروپايي ټولنې او ټولې بين المللي ټولنې په مالي او نظامي مرسته د يو پارلمان او مركزي حكومت خاوندان شو د وياړ مقام او د فخر خبره ده او بايد پرې ووياړو . موږ بايد د الله رب العزت شكر اداء كړو او ناشكري يې ونه كړو . الله دې زموږ مشران ، پارلمان او موږ ټول په صحيح او درسته لار روان كړي چې موږ د خپلو مشرانو او مشران زموږ د كشرانو عزت وكړي . الله دې موږ ټولو ته د نېكۍ هدايت وكړي چې په سمه لار روان شو . الله دې موږ ته د خپل وطن ، خلكو او ټولنې سره مينه او محبت را په برخه كړي چې هم راته خپلې شخصي گټې ، هم د نورو او هم خپلې ملي گټې تر هرڅه او هرچا محترمې وي . د خپلو همسايه وو سره نېكې سياسي او اقتصادي اړيكې ټينگې، متقابل احترام ، د يو د بل په كورنيو چارو كې نه مداخلت او هم د بين المللي ټولنې سره ښه روابط او ديپلوماتيكې چارې ولرو . الله دې موږ اصلاح كړي ځكه چې په تقوی د نفس سره اصلاح د معاشرې او ټولنې راځي كه خدای ناخواسته زموږ نفسونه پاك نه وي ، نو بيا خو صحيح معاشره او ټولنه منځته نشي راتللای . نه اداري فساد له منځه ځي ، نه عامه ټولنه اصلاح كېږي او نه عامه ، ملي او شخصي شتمني په امن كې پاتې كېدای شي. الله دې زموږ په پارلمان كې خيروعافيت او صلاحيت د ښه كار واچوي چې هم يې خپلې ټولنې ته مسووليت رفع ، سترگې يې لوړې ، هم همسايه وواو هم ټولې بين المللي ټولنې ته سرلوړی اوسي . زه باور لرم كه چېرته موږ كې لږ قدرې تقوی ، ديانت او الهي وېره وي ، نو انشاءالله چې د خپل هېواد ملي او د خلكو شخصي گټې به موږ ته محترمې وي او بيا به هېڅكله خپلې ملي او شخصي گټې او عامه شتمني ، خپل گران او سپېڅلی ټاټوبی د چا تر گټو قربان نه كړو ځكه چې وړوند يوځلې خپله همسا وركوي نه هرځلې . خدای دې هغه ساعت لېرې لري چې خدای ناخواسته د هېواد د دښمنانو له خوا مو هر څه بيا چور او تالان شي او كړې خواري مو په سيند لاهو شي. خدای دې زموږ پارلمان بيا د شخصي تربگنيو او ناندريو ، سمتي ، قومي او ژبني تعصبونو ، د كركې ، نفرت ، تفرقې اچولو او دښمنيو ځای نه كړي . اميد دی چې د نوي پارلمان غړي يعنې د دواړو جرگه گيو د ولسي او مشرانو جرگې غړي او وكيلان ، رئيسان او مشران د ښاغلي يونس قانوني او ښاغلي حضرت صاحب صبغت الله مجددي نه نيولې بيا د ښاغلي كرزي په شمول د ملت غوښتنو ته په ورين تندي ځواب ووايي او د ملت خدمت ته په ټينگه ملا وتړي . اگر چې ښاغلي په خپله وينا كې اداري فساد ، اختلاس او رشوت ته اشاره وكړه او په ډاگه يې وويل او د خپل حكومت هغه كمزورې نقطه يې بيان كړه . دا په حقيقت كې يو ښه عمل دی چې انسان خپله كمزوري ومني او د مخنيوۍ لپاره يې لارې چارې ولټوي . الله جل جلاله دې د وطن دښمنانو ته چې په هره جامه او رنگ كې وي بريا نه ورپه برخه كوي . او الله رب العزت دې موږ نور له شر د دښمنانو او فتنه گرو نه په خپل فضل وكرم سره په امان كې وساتي . اميد دی چې زموږ مخالف مشران د سولې او مفاهمې له لارې د سولې په پروسه كې ورگډ شي او نور چا ته اجازه ورنه كړي چې مو هېوادوال راوژني . يا مو د ښوونځي بچيان راوژني ، يا مو ښوونځي تعليمي او اداري مؤسسات راسيزي او ورانوي . خپل يا نور بهرني اتباع مو راوژني ، ترور او احتطافوي يې او يا نور ځانمرگي بريدونه ترسره كوي . كه بيا هم د سولې په پروسه كې گډون نه كوي ، نو بيا خو دې ورانكاری نه كوي . پاك خدای دې نور زموږ وطن د سوكالۍ ، ترقۍ ، ابادۍ ، پوهې او زده كړې پر لور روان كړي چې هم مو ټولنه ارامه او اسوده شي او هم مو خلك د يو نېكمرغه او هوسا ژوند خاوندان شي . كه خدای كړي وي چې د نړۍ د نورو هېوادونو سره ډېر ژر د سيالۍ جوگه شو . امين يا رب العلمين په ټوله پښتني مينهد يو سوكاله او سرلوړي افغانستان د بيا ودانېدو د ليدو په هيلهسيدحسين پاچااكسفورډ ،انگليستان٢٤ د ډسېمبر ٢٠٠٥  ",نوی پارلمان او ترې نيكې هيلې 399,محمد يوسف خدمتګار," چی روپو باندی خرڅيږي پښتون نه دئ پښتون هغه دئ چی غم دټول ملت خور يدپردي ډ هول ته ګډيږي پښتون نه دئپښتو ن خپل کورکی سوکړک په شرا فت خوري نن می واوريدلې رنګار نګ خبرېدبيلتون اود دنفاق ؛دجنګ خبرېله حيا نه می په زړه باندې بل اور شولوي جهان راباندی تنګ لکه دګور شويو څلو ر تنه د بل لنګۍ په سر و ې دوددستور جرګئ ترې هيرئ لراوبر وېدخپل پلارپه کور منکر په سپکو سرووچاد اس پر ځای زين کړئ ورته خر وودوئ ويل چې نيم ازاد پښتون غلام شيتور بادار به يي په دئ مضمون ارام شيپښتا نه د ی پښتنوا لي نه نور تير شي د وطن د پلورونکو ما ل به ډير شي بی خبره دئ اګاه له مضمون نه دئ قسمو نه که هرڅو اوچت اوچت خوري اوس په خپله پښتون ټاکي خپل راتلونکئهردوښمن به يي هم مات وي هم بايلونکئچی د قوم په سر پيسئ اخلي تورتم کی او لا د ونه به يي پاتې وي په غم کیاوس ويښ شوئ دئ پښتون په دی پوهيږيلوئ وطن د احمد شاه به يي جو ړ يږ ياوس په خپلو کی يو کيږي افغانان خپلپيژ ند لي لر و بر و دوښمنا ن خپلچا چی اور زمونږ په لوئ کور کې بل کړئد و ې کوهئ ځان ته په لاره خپل کړئنو په خپله به يي لا ر شي په کو هيخپل عمل به کو هي ته غو ر ز و ي پښتنو ځنی هير شوئ پر و ن نه د ئپښتون پوه دئ ژوند په پوهه اوغيرت خوري معا في غو ا ړ م له کشر ا نو مشر ا نود قلم له خا و ند ا نو ا د يبا نوخو داځيني چې کاو اکو باندې سرشيهرڅه هير کړي په خپل ځان هم بی با ور شيڅوک چی خوري په پاکه خوله مرداری غوښئيا بچو لر ه و ر وړي دا خوارې غوښئما لومدار چئ دهغوئ اولاد مردار ويپه کور کلي او ولس تر ټولو خوار ويپه پيسو د پښتنو مشر توب نه د ئمشر ا ن د پښتنو خد متګا ر ا ن دينه هغه چې د پر د يو نو کران دي چې په کور موټر قوم خرڅ کړي پښون نه دئپښتون مري خو نه ويني دملت خوري څوک چې قوم وي پورته کړئ ځان ترې ورک شيو ړ ئ خولئ نه غټئ باسي هسې سپک شيبې پر و ا په ځا ن پلو ر لو شر و ع و کړ ي نا ر و ا په قو م تپلو شر و ع و کړ يهغه ژ رهسی رسو ا لکه سقاو شيکه هر څو په فرعوني قدرت راتاوشيځينئ دومره صا دقان دنو کرۍ ديپه غو ږ و کې ا چو لي يي کړۍ ديد و ئ په خپله غلامان دي غلامانچې غلام غواړي ازاد پښتون افغانلر او بر دي پوهيدلي افغانا ن ټوللوئ وړوړ دي پيژندلي دوښمنان ټول خدمتګاره پښتون کړئ پاڅون نه دئکه را پاڅيده لومړئ غم دعزت خوري چې روپو باندې خرڅيږي پښتون نه دئ پښتون هغه دئ چې غم دټول ملت خوري دپردي ډهول ته ګډيږي پښتون نه دئ پښتون خپل کور سوکړک په صداقت خوريمحمد يوسف خدمتګار مزدورزوېکلاکر و يک ناروېد ١٣٨٤ ل ه کال سلواغهنن د٢٠٠٥ زيږد کال دسمبر٢٥  ",دپښتنو غږ 400,محمد يوسف خدمتګار,"  دپښتنو په ديرو ګرځمه زکات غواړمه زه د خيبر دسر خيرات غواړمه   د پښتنو په کلي کور ګرځمه  پړئ په غاړه سر سرتور ګرځمه بل چيرئ نه ځم په خپل ورور ګرځمه دغيرتي بابا په ګور ګر ځمه  دصمدخان له دوښمنانو نه کسات غواړمه  زه د خيبر د سر خيرات غواړمه   زه دبو لان په لوړو غرو ګرځمه په لوئ پا مير اوتا ترو ګرځمه  په باجو ړ کی په حجرو ګرځمه د شهيدانو په قبرو ګر ځمه   زه له امو نه تر اټکه يو جومات غواړمه ز ه د خيبر د سر خيرات غو ا ړ مه  دا چی خيبر په زړه چاودلئ ښکاري پښتون له برمه را لويدلئ ښکاري دميرويس خان پټکئ لويدلئ ښکاري افغان په خپل کور کړيدلئ ښکاري  کورراويشلئ دوښمنانوتری نجات غواړمه زه دخيبر دسر خيرات غواړمه  دلوي خيبر ټپ له ملحم غواړمه د لو ي وطن نه لرې غم غوا ړ مه پښتو ن بچي له می قلم غواړمه پردي لا سونه ترینه کم غواړمه  لومړئ يووالئ پښتنو ته دحيات غواړمه زه دخيبر دسر خيرات غواړمه  زه درياخان او ايمل خان يادووم وزير اکبر اوايوب خان يادووم عطاالله ؛فخر افغان يادوو م  زه دبابړې شهيدان يادووم  ز ه دتيرا دشهيدانودوښمن مات غواړمه زه دخيبر دسر خيرات غواړمه  پښتنو لرې کړۍ پګړۍ له سره سر ه بيرغو نه و تړ ۍ له سره د پر د و لر ې کړ ۍ له سره جوړه مو خپله کړۍ نړۍ له سره  دبري نښه ده ټينګ عزم له پاک ذات غواړمه ز ه د خيبر دسر خير ا ت غواړمه  نور به ازاد پښتون غلا م نه شي دوښمن به کورکې دخپل قام نه شي بل ته به کله په سلا م نه شي جوړ دپيغور به خاص اوعام نه شيزه   ز ه خدمتګار يي سر لوړي په کاينا ت غواړمه  ز ه دخيبر دسر خيرات غواړمه  دپښتنو په ديرو ګرځمه زکات غواړمه  زه دخيبر دسرخيرات غواړمه  محمد يوسف خدمتګار مزدورزوې کلاکرويک ناروې   ",خيرات 401,حقمل," افغان ولسمشر حامد کرزى پرون دولسى او مشرانو جرګو د مشرانو او غړو سره په کتنه او ميلمستيا کې د لومړى ځل له پاره په هېواد کې درې ستونزمن او لانجمن ټکى په سپينو خبرو سره بيان کړل او غوښتنه يې وکړه چې په گډه سره ورته د پاى ټکۍ کيږدى .حامد کرزى وويل چې د دولت دوه تنه لوړپوړي چارواکى پرديو ته د جاوسوسۍ په تور له دندې څخه ګوښه کړى ، خو ولسمشر ددغو کسانو د نومونو له ښودلو څخه ډډه وکړه . ده وويل چې وروسته له دې به دې دا ډول کسانو نومونه خبرى رسنيو ته ورکوى او محکمې ته به راکښل کيږى . ده دا ډول کسان دملت ،خپلواکۍاو هېواد دښمنان او ملى خاينين وبلل .. ده ټينګآر وکړ که چيرې په نظآم ، دولت ، حکوت او هېواد کې پر داسې کسانو شک وشى ،سخت چلند به ورسره کيږى .ولسمشر د بهر څخه د پيسو ليږد خبره هم ياده کړه او زياته يې کړه که له يوې خوا مو وطن ټوپک اوتوپ خراب کړ له بل لور ى له بهر څخه ځينوډلو ته دپيسو ليږد او ورکول هم د ملى هويت د تخريبيدو او دافغانستان د بربادى سبب شو .تنظيونه هم دغو پيسو ټوک -ټوک کړل ، جهاد دغو پيسو دربدره کړ ،ملت يې کور په کور او درواوزه په دروازه سره وټکول . ده وويل که ددغو پيسو مخه و نه نيسو نه به مو حکومت ، حکومت او نه به موقضا ، قضا او شورا ،شورا شي .ده تيرو جنګونو ته په اشارې وويل چې په دې وطن کې قومى او مذهبى جنګ نه دى شوى ،دا له بيرونه يو استخباراتى جنګ وو. حامد کرزى وويل اوس د جوړولو وخت رارسيدلى دى ، تروريزم د ورکيدو په حال کې دى . ده زياته کړه که د نيشه يى توکو مخه ونه نيسو افغانستان بيا بر باديږي، که دا شيان ورک نه کړو دنيا بيرته له موږ ځى ، که مو کوکنار ورک نه کړل دغه هېوادونه چې موږ ته سړکونه جوړوى ، بيرته يې راته ورانوي ، ده وويل يا به کوکنار ختمو يا به دنيا موږ ختموى .، ده د ملى شورا غړو ته په اشارې وويل :يو ځلې يې ټوله خاوره درڅخه نيولې وه، بيا يې در څخه نيسي . ده په ډاګه کړه چې ماته بهرنيان وايې چې موږ تاسو تو پيسې درکوو ، ملى ارد او پوليس درته جوړو او نور....خو ستاسو د خوا زموږ اولادونه په امريکا او اورپا کې وژل کيږى .کرزى په لوړ غږ وويل که دا کار ونکړو ، په خداى که دې پريږدي .کرزى له استاد محقق، دين محمد ، استاد سياف او يو شمير نورو څخه په مننې وويل چې ددوى تيريدنه دنورو په ګټه د ايثار او ملى يووالي عمل دى . د کرزى وينا د ولسى جرګې او مشرانو جرګې د غړو له خوا په چک - چکو سره بدرګه شوه . ",کرزى :يا به موږ کوکنار ختمو يا به دنيا موږ ختموي 402,حقمل," د حج او اوقافو وزرات بيګا شپه وويل چې حج ته دافغان تلونکو اخرى او وروستى ډله نن روانيږى . په دغه ډله کې د ددغه وزرات مشرتابه هم ګډون لري .همداشان پرون د حج، روغيتا، کورنيو چارو او ترانسپورت وزيرانواو استازو په يوه ګډه خبرى غونډه کې وويل چې سږ کال د افغان حاجيانو له پاره کارونه په بريالىاو ښه توګه تر سره شوى دى او دشلو ورځو په اوږدو کې ٢٤١٧١ تنه افغانان عربستان ته رسيدلى دى .د روغيتا وزير وويل چې د روغتيايى چارو د سمبالتيا په موخه يې د داکترانويوه ٦٢ کسيزه ډله هم ليږلې ده . سږ کال ٢٥٠٠٠ افغانانو د حج کولو اسناد ترلاسه کړى د ى .مګر ځينى افغانان په عربستان کې د يوشمير ستونزو په اړوند سرټکوي او وايى د لارښونې لارې چارې يې ستونزمنى دى . ټاکل شوې ده سږ کال د نړى له ١٦٠ هېوادونو څخه څه ناڅه دوه نيم ميليونه مسلمانان په عربستان کې د حج کولو په موخه سره راټول شى . ويل کيږى تر اوسه يو نيم ميليون مسلمانان هلته رسيدلى دى او د عربستان چارواکى وايى چې دشپږ لکه دوه ويشت زرو کسانو روغتيايى چارې پشبړې شوى دى . د نړى يو شمير هېوادونه د جرګانو د والګى د ويروس په اړه انديښمن دى او سعودى چارواکى په دې اړه په خپله خاوره کې اړين تدبيرونه نيولى دى . ",حج ته دافغان تلونکووروستى ډله نن روانيږي . 403,حقمل," افغان چارواکو ويلى دى چې د ناتو دوه تنه هالندى سرتيرى نن د افغانستان په شمال کې د يو ماين د چاودنې له امله ټپيان شوى دى . دغه چاودنه د پلخمري - بغلان د لارې په اوږدو کې رامينځ ته شوې ده . په دغه چاودنه کې دوه تنه افغان ملکى وګړى هم ژوبل شوى دى . طالب اورپکو ددغې پيښې مسوليت منلى دى . ",دوه تنه هالندي عسکر په افغانستان کې ټپيان شوى . 404,حقمل," د نورمحمد ترکى د رژيم د يو امنيتى چارواکى اسدالله سرورى محاکمه نن دهغه دمدافع وکيل د نشتوالى له امله د نورو٢٠ ورځو له پاره وځنډول شوه . اسدالله سرورى ١٣ کاله کيږى چې پرته له محاکمې په بند کې پروت دى . سرورى نن يوې علنې محکمې ته حاضر شو .دى په خپل وخت کې په وژنو او ځورونو تورن شوى دى ",د اسدالله سرورى محاکمه و ځنډول شوه . 405,," لاندنی پيغام په هالنډ کي دښاغلي سلېمان لايق دپاره په يوه جوړه شوې ادبي غونډه کي دبېنوا فرهنګي ټولني داروپا داستازي عبدالله احسان دخوا واورول شو .٢٠ /١ /١٣٨٣ د بېنوا فرهنګي ټولني د دردونو په ژبه د مباركۍ پيغام د لايزال او كايناتو د خالق په مقدس نامه د غونډي درنو چلوونكو!د درنښت وړ پوهانو، ليكوالو، شاعرانو او پتمنو مېلمنو او د غونډي ځانګړى دروند مېلمه اكاډمېسن ښاغلى سلېمان لايق!زموږ سلام، ادب، مينه او درنښت ومنئ، درنو برخه والو! او په ځانګړې توګه ښاغلى لايق صاحب! موږ د جګړې له بطنه راوتلي، د لمبو په اوڼيو كي تړل شوي او د وحشت په غېږه كي را لوى سوي زلمي يو، موږ د وخت هغه زده كوونكي يو چي د زمانې د جبر په ښوونځي كي د قهر او غضب استادانو د عقدو له كتابه د كركې درس راكړى دى.موږ ته د انساني كرامت سره عشق، مينه او محبت ګناه ښوول سوې ده، موږ د انسان له وجوده خوړل كړي او د وينو له سينده هم څښل.موږ د ايډيولوژيو قربانيان يو او د انقلابونو د سر صدقه. موږ له كفره سره دښمنۍ هم خوړلي يو، له اسلام سره دوستۍ هم، موږ د شيطان پر لاره هم ګمراه سوي يو، د رحمان پر هغې هم.موږ وړمه ورځ له كمونيزم سره په ډغره؛ هيواد، فرهنګ او انسان له لاسه وركړ او پرون مو له اسلام سره په دوستۍ كي عفت، ناموس او ايمان .زموږ څخه زموږ د ځوانۍ ځواك او انرژي ترور سوه، زموږ په استعدادونو، احساساتو، ايمان او عقيده لوبي وسوې، د وخت د سرچپه لوبو په انډوخر كي، لاس ماتي او پښې ماتي سوو، ړانده سوو، كاڼه سوو، وخوړل سوو، وزبېښل سوو. موږ هم د پرديو دوستانو او هم دښمنانو په پښو كي لتاړ_لتاړ او چيخ پيت سوو.موږ په خپلو غوږونو د خپلو خوندو د عزت د ليلام چيغي او نارې اورېدلي دي.موږ د خپلو ميندو د عفت د تجارت د تودو بازارونو نندارې كړي، موږ ته اوس هم د خپلو ورېندارګانو او ښځو د ناموس له لوټماره شينكي آسمان پېغورونه راكوي. آخر موږ لا ولي ژوندي يو، د څه لپاره ژوند كوو؟ زموږ ژو ند څه مانا لري؟ موږ د كوم آرمان لپاره لاس پښې وهو؟آيا موږ د خپلو خوندو د عزت، خپلو مندو د عفت او د خپلو ښځو د ناموس جبران كوو؟ آيا دا كار ممكن دى؟ كه ممكن نه وي، آيا بې عزته، بې عفته او بې ناموسه ژوند هم كېداى شي؟ته به وايې چي لكه د پيشي اووه ساوي مو دي چي په اووه ځله وژلو نه وژل كېږو. موږ چي پرون د كمونيزم پر وړاندي ډغري وهلې، نو لوېديځوال امپرياليزم آفرين راته وايه، هڅولو يې، نازولو يې او خوځولو يې، نن چي موږ د كمونيزم د ښامار سر غوڅ كړى، نو موږ هماغه د لوېديځ اتلان او نازولي بېرته د هماغه لوېديځ او امپرياليزم د وحشت او غرور په بټۍ كي ويلي كيږو. كه نور هر څه پرېږدو او نن يوازي له ښاغلي لايق سره د زړه خواله وكړو، نو څه به درته ووايو لايق صاحب!؟پرون زموږ پلرونه او مشران ورڼه د لوېديځ په مرسته ستا پر وړاندي جنګېدل، تا هغوى ځكه وژل چي هغوى د امپرياليزم او توري ارتجاع په پلوۍ ستا د نوي او طبيعي ايډيولوژۍ پر ضد جګړه كوله، خو نن د هماغه امپرياليزم د B52 ډوله بلاوو له خېټې پر موږ شل ټنه بمونه اوري او ته يې تر تتۍ لاندي په ژوند كولو راضي يې. زموږ هماغه جهادي رهبران چي پرون يې زموږ مشرانو د ژوند د ټولو ارزښتونو په بيه د سرونو بلا اخيسته او د كمونيزم پر وړاندي يې د هغوى په لارښوونه د جهاد د سنګرونو ګرمۍ ته نړۍ هېښه كړې وه، نن يې زموږ د ميليونونو انسانانو شهيدي ككرۍ د كمونيزم ميراث خوري(روسيې) ته وروبخښلې او د هغوى سپېڅلي ويني يې ورته خرابات كړې، نه يوازي دا چي رډي_رډي سترګي يې پرېښوو، بلكي په سترګو كي يې د خپل جنايت او خيانت ايرې راوپاشلې، نن موږ شوكوره يو، نن زموږ څخه د ګناه او ثواب لار وركه ده، آخر د ګناه او ثواب معيار څه دى؟ ثواب څه ثواب لري او ګناه څه عذاب؟ د ثواب ګټه څه ده؟  او د عذاب تاوان؟ ثواب ښه دى كه بد؟  او ګناه ښه ده كه بده؟  ښه او بد څه توپير لري؟  موږ كومه لار ونيسو؟  د څه لپاره؟  دا هر څه ته د چا په عينكو كي وګورو؟  د كفر كه د اسلام؟ د كمونيزم كه د اخوانيزم؟ دا كار بيا وكړو؟ كه دا ونه كړو، څه وكړو؟ څوك مو دوست دى او څوك مو دښمن؟دا دوه څه توپير لري؟ كه په توپير ورته قايل شو، ګټه به مو څه وي؟موږ خو د كفارو او مسلمانانو دواړو په دوستۍ او دښمنۍ دواړو كي تاوان كړى دى، آخر زموږ چاره څه ده؟ زموږ شاعر په دې باب ډېر ښه موزون ږغېدلى دى: كه د آمو د لاري كه پر پنجاب راغلىد انقلاب په نامه خانه خراب راغلىزموږ د ژوند سيمه يې زير و زبر كړه همهيو له رواجه بهر، بل بې كتاب راغلى ببرك كارمل و، كه پروفيسر رباني، ډاكټر نجيب و كه ګلبدين حكمتيار، مسعود و، كه ملا عمر د ټولو عملونه ښه وو كه بد، موږ ته يې يوه پايله لرله؛ ورانى، تباهي، انسان وژنه، بې عزتي، رسوايي، د ټولي نړۍ پر وړاندي مطلقه بدنامي، بې باوري او خجالت.هغه ښه دى كه دا؟ يا هغه بد دى كه دا؟ موږ ته بې توپيره ده، هغه هم زما د وطن زوى و دا هم، هغه هم د دې خاوري د مور شيدې رودلي وې، دې هم. هيڅوك دا حق نه لري چي موږ ته يو ښه وښيي بل بد، يا به دواړه ښه وي يا دواړه بد. خو اوس موږ څه يو؟ موږ د خپل ټول بې هويسته، بې پته، بې عزته، رسواعالم او بدنام، وحشي او بې تمدنه ژوندانه سره_سره بالآخره مسلمانان يو، مسلمانان په دې مانا نه چي زموږ رهبرانو د مسلمانۍ چيغي وهلې، نو موږ مسلمانان هم يو، يا مو جهاد كاوه، ځكه مسلمانان يو، يا مو اسلامي دولت، اسلامي جمهوريت، اسلامي نظام او اسلامي امارت درلود، نو ځكه مسلمانان يو، نه هيڅكله هم په دې خاطر نه، موږ ځكه مسلمانان يو چي زموږ فطرت مسلمان دى، د څوارلس سوو كالو راهيسي زموږ فطرت مسلمان سوى دى، زموږ د فطرت تر مسلمانېدو وروسته بيا موږ ته بله داسي ايډيولوژي او مذهب په مخه نه دى راغلى چي تر اسلام يې حقانيت راته په زبات رسېدلى و، كه داسي سوي واى نو خامخا به مو منلاى. د نورو ايډيولوژيو مبلغينو كه ماته خوړلې ده، نو ايډيولوژي يې هم ورسره ماته سوې ده، خو د اسلام مبلغين په تېره بيا معاصر هغه يې كه تر بل هر چا ډېر بدنام، رسوا او غوټ مات سوي دي، خو د اسلام حقانيت او پرتم پر خپل ځاى پاته دى. موږ په دې خاطر د تكبير ږغ نه پورته كوو چي ګواكي نن زموږ د جهادي سرغنګانو له مردارو خولو څخه د دې ستر او سپېڅلي شعار چيغه راوزي او موږ يې ورسره بدرګه كوو، بلكي دا هغه د تكبير ږغ دى چي زموږ د پيدايښت پر مهال مو په غوږونو كي زمزمه سوى دى او د مرګ تر بريده مو په زړه، ضمير او ذهن له شوره ډك ساتي، كېداى سي همدغه څه وي چي د ژوند يو نرى چانس لرو، دا د ملا، طالب او بل نني مسلمان غوندي تنګه تروشه، كرغېړونه او ترينګلې مفكوره نه ده چي په ځان و جهان اور پوري كوي، د بدنامۍ، رسوايۍ او كركي داستانونه پنځوي، بلكي دا هغه پراخه، له تنګنظرۍ او تعصبه خلاصه ايډيولوژي ده چي ټول كاينات پخپل چوكاټ كي ځايولاى سي. نن كه موږ د ښاغلي سلېمان لايق نظم او شعرونه پخپله مجله كي خپروو، نو ځيني خوارځواكي، تنګنظره او ساده وګړي مو رټي، ځكه زړه يې راباندي سوځي، په دې چي دوى وايي: د سلېمان لايق په شعر كي زهر ګډ دي. موږ ته خندا راځي ځكه دوى ساده ګان نه پوهيږي چي موږ د زهرو هغه منګوټى نوش كړى دى چي نن مو په ټول وجود كي د وينو پر ځاى زهر جريان لري، كه د سلېمان لايق شعر ټول زهر_زهر هم شي، لا به هم زموږ وجود ته ګواښ پېښ نه كړي. موږ وايو چي جهادي زما د وطن د مور زوى دى، ملا زما د خاوري بچى دى، طالب مو د وطن د خور لالۍ دى او سلېمان لايق مو د هيواد د سترګو تور او د زړه سر دى، موږ د چا سره د دښمنۍ نيت نه لرو، پرېږدئ چي نورو زموږ سره دښمنۍ وكړې، پرېږدئ چي نورو پخپلو وينو اوبه كړو، هغو كه ښه كار نه وي كړى، نو موږ هم بايد دا بد كار ونه كړو. پرېږدئ چي سلېمان لايق مو د ملا او طالب په دوستۍ كي ورټي او ملا و طالب مو بيا د سلېمان لايق په يارانه كي بېخي ووژني، خو موږ د خپل وطن د مور د زامنو دښمني پر سر نه سو اخيستلاى، زموږ لمن پراخه ده، زموږ ذهن پراخ دى او زموږ د ايډيولوژۍ چوكاټ پراخ دى. موږ د خپل افغاني فرهنګ ساتني د سنګر سربازان يو، دا سنګر كه هنرمن او بافرهنګه ملا او مجاهد راسره پالي هم سترګي ورته سپېلنى دي كه يې ښاغلى سلېمان لايق راسره ګرم ساتي هم دي يې د مور شيدي سي. تر هغه بريده چي ښاغلى لايق نه يو هېر كړي، پخپلو پيغامونو، شعرونو او هنرونو يې ياد كړي يو نو كورودانى ورته وايو او د نور لاسنيوي هيله هم ځني كوو. نن ( ښاغلي کريم لمر ) يو ډېر پر ځاى ګام واخيست، چي زموږ دا سپين ږيرى هنرمن، دا زموږ څخه ليري او پردى سوى هنرمن يې په ياد سو او د ده د هنر د درنښت پر ځاى كولو لپاره يې پر ځاى هڅه وكړه، موږ ورته آفرين وايو، موږ له ګړوب كندهار او خرابه افغانستانه د دا ډول پر ځاى هڅو ملاتړ او مرستندوى يو (په هغه صورت كي چي اړتيا راته پېښه سي.) په پاى كي خپل دا شعار پورته كوو چي:موږ د خپل وطن د مور د زامنو په دوستۍ كي د هر ډول بدنامۍ پېټي ته اوږې وركوو، هغه كه هر څوك وي، تور وي كه سپين، ژړ وي كه خړ، شين وي كه سور، زموږ ټول سر و سترګي دي، خير دى كه موږ نه يو سلامت، نو زموږ دا سرو سترګي خو دي الله راته سلامت لري. نېكمرغه دي وي دا بانډار او دا مجلسد خداى په آمان!پر الله مو سپارو!ښې چاري! د بېنوا فرهنګي ټولني فرهنګي جرګګۍګړوب كندهارخرابه افغانستان١٩ / وری/١٣٨٣ لمريز  ",٢٠_١_١٣٨٣ ل په هالنډ کي ښاغلي سليمان لايق لپاره جوړي شوي غونډي ته د بېنوا فرهنګي ټولني پيغام 406,ښکلا مجله,"  مجيب الرحمن انګار - پېښور دبېنوا فرهنګي ټولنې دوه مياشتنۍ خپرونې ښکلانوې ګڼه(ددرېيم کال شپږمه ګڼه،پرله پسې اتلسمه ګڼه،چنګاښ - زمری) له چاپه راووته. دا دښکلا درېيمه کالګڼه ده چې په پرله پسې توګه خپرېږي،دښکلاپه پښتۍ دځوانيمرګ سندغاړي عبيدالله جان کندهاري ښکلی انځورليدل کېږي چې ښکلاته يې لاښکلاور وبخښلې. ښکلاپه 168مخونوکې دمحمدمعصوم هوتک،پوهاندخالق رشيد،اکبرکرګر، اسدالله غضنفر،ډاکترعیسی محمد ستانکزی،نصيب الله سيماب،رحمت شاه سايل، عصمت زهير،سعدالدين شپون،ايمل پسرلي،طاهرافق اونورو درنو ليکوالوپه زړه پورې او ګټورې ليکنې خپرې کړي دي. د ښکلا دترلاسه کېدو پتي : مينه وال يې په کندهارکې دبېنوافرهنګي ټولنې له دفتر،په کابل کې له علامه حبيبي کتاب پلورنځي(دصدارت څلورلارې،نوی ښار) ، له ښه بخته د بېنوا فرهنګي ټولني دوې مياشتنۍ خپرونه ( ښکلا ) د افغانستان څخه بهر ټوله نړۍ کي ګډون کوونکي مني  . او بېنوا فرهنګي ټولنه  د ټولني د اروپا او امريکا له  څانګي څخه خپلو ټولو بهرمېشتو ګډون کوونکو ته د ښکلا هره ګڼه د هغوی د کور پر پته لېږي . د ګډون کولو له پاره دا ځای کښېکاږی",ښکلامجله درې کلنه شوه 407,پوهاند دوکتور م . ا . زيار," ملي ترمينالوجي (پوهنتون ، ښاروال ، ښاروالي...) پر (دانشګاه ، شهردار ، شهرداري ...) تر سرليکو (لوحو) پورې پارسي کېږي ــ له وړکتونه تر پوهنتونه لوست کتابونه له ايرانه راځي ، خو پښتو د « دري » بلهاري کېږي او د نړيوال « مايکروسافټ » سازمان په مرسته جوړه شوې پښتو ترمينالوجي د پرانېستې پر مهال په دې پلمه د مخابراتو وزارت پر مخ ولي چې ولې « دري ترمينالوجي » جوړه نه شي؟ دا هماغه خبره شوه چې: « احمق وويل او لوده باور کړل » ! په کوم ژبپوهنيز لاسوند او د ايران په ګډون د نړۍ په کوم فرهنګ کې د« دري » په نامه کومه ژبه راغلې ده؟  داچې له کله راهيسې او په کومه پښتني ــ افغاني ضد موخه دغه افغاني ــ ختيز پارسي ګړدود د « دري »او بيا خپلواکې افغاني ژبې په نامه نومول شوی دی ، په دې لاندې ليکنه کې به يې ولولئ :   پوهاند دوکتور  م . ا . زيار اکسفورډ ، جولای ٢٠٠٥  « دری » د افغاني پارسي ګړدود يو درغلي نوم دی ترمينالوجيکي پاکسازي يې ملي ضد انګېزه نوره هم رابربنډوي «دری» د پارسۍ (فارسی) ويی يوڅلوېښت کلن درغلي او بيا غلط مشهور ژبنی نوم دی چې د افغانستان د ١٣٤٣ ل . کال تر اساسي قانون له مخه ، له ايرانه نيولې ، تر افغانستان او تاجيکستان پورې هېڅکله او هېچېرې په هېڅ کوم رسمي يا نارسمي لاسوند يا ليکنه کې د يوې ژبې يا ګړدود (لهجې) دنامه په توګه يووستوی کارول شوی نه دی ، بلکې د ټوليزې پارسي ژبې د يوه ستاينوم (صفت) په توګه، په بله وينا ، په «فارسی دری» تړنګ (ترکيب) کې هلته او دلته شاعرانو او ليکوالو ډېر لږ کارولی دی . تش په کلاسيک پارسي شعرکې، هرګوره يو نيم شاعر، لکه ناصر خسرو، حافظ،سعدی چېرې کوم ځل د شعري تول وتا ل يا تجنيس لپاره، بې له اړوند نامه (موصوف) کارولی دی . دا به کوم يو ليک لوست والا باور کړي چې « دری» او «فارسی» دې له دومره ګړني همرنګوالي او ليکني يو رنګوالي سره دوې بېلابېلې ژبې اوسي . يو ګړدود هله يو خپلواک ژبنی دريځ راخپلولای شي چې له اړوندې ژبې سره يې توپير يا پوهاوی تر ٣٠ سلنې راکم شي .له بله پلوه ، دا پر «ايران» باندې د «پارس» تر اړونې (١٩٣٥ ز) راوروسته د«افغاني هويت او بيا د پښتو ملي- رسميت دننګولو ستراتېژۍ» د دويم پړاو پيلامه وه چې د يوه سياسي چال ونيرنګ له مخې صديق فرهنګ د نوموړي قانون د ډلګۍ د منشي په توګه ړومبی ځل د ژبپوهنيز آر واصل پرخلاف موصوف د صفت ځايناستی کړاو په اړونده ماده کې يې په پښتو پسې تش «دری» ورځای کړه چې څوک ونه وايي هغه يو ګړدود دی او په يوې بهرنۍ ژبې «فارسی» پورې اړه لري . د اړوندې لويې جرګې د «د ډېري بومي ولس» استازيو غبرګون همدومره اغېز وښانده چې په ٣٥ مه ماده کې يې له پښتو سره «ملی» ټکی ورسرباري کړای شو .هغه مهال «دری» زياترو استازيو ته په ټوليز ډول يو ناپېژندويه نوم وو ، تر دې چې د قانونسازې ډلګۍ له يوه څانګوال غړي ډاکټر عبدالصمد حامد څخه يوه پښتانه استازي پوښتلي وو چې :«په (پښتو او دری د افغانستان رسمي ژبې دي) کې په پښتو پسې دا نورې درې ژبې کومې دي ؟»د هغه قانون له خپرېدو سره «دری» نوره په رسمي ډول د «فارسی» او «فارسی دری» ځايناستې شوه . له لوستليکيو (درسي کتابونو) ، رسنيو او ليکنو ، کتابونو ، شعرونو او په ټوليز ډول د زده کړه والو له ويناوو او خبرو څخه نور «فارسی» ويي وار له واره وغورځول شو او يوازې يې په ايران او راوروسته په تاجيکستان پورې اړه پيدا کړه . خو د افغانستان ټوليز (عام) پارسي ژبيو يې ترننه پورې لا دغه خپللاسي (مصنوعي) نوم نه دی راخپل کړی ، خپله ژبه «فارسی» بولي او ځانونه هم «فارسيوان» . ډېره هېښنده بيا لا دا ده چې ځېنې ليکوال او پوهان يې بېرته د هماغه آر نامه «فارسی» پر کارونه ټينګار کوي او په سر سر کې يې د نوموړې ستراتېژۍ سېمبول ډاکټر جاوېد چې تر صديق فرهنګ او جلال الدين صديقي هم له مخه د درغلي نامه «دری» نوښتګر شمېرل کېده : «ما چرا با کاربرد کلمهء دری خود را از حوزهء بزرګ فارسی دور سازيم !» هسې خو له افغانستانه بهر ، د ايران او تاجيکستان په ګډون دنړۍ په هېڅ يوه رسمي يا علمي اخځ ، کتاب ، فرهنګ ، انسايکلوپيديا او بيا د درې سوه کلنې ختيځپوهنې او آريانپوهنې په هېڅ يوه لاسوند کې «دری» ويی د يوې ژبې يا ګړدود د نامه په توګه نه ليدل کېږي ، په دې وروستيو کلو کې چې يو نيم بهرنی څېړونکی او خبريال له «دری» ټکي سره مخ کېږي ، په لينديو کې ورسره (Persian) هرومرو ورزياتوي او د بهرنيو راډيوګانو چې د افغانستان په نامه خپرونې لري ، لږو ډېر «دری» ټکی کاروي ، لکه بي بي سي چې نوم يې له نومولي (مسما) سره هېڅ سمون نه لري او په انټرنېټي ويب سايټ کې هم يوازې “persian for afghanistan” کاروي ، لکه څنګه چې يو شمېر پښتنو روښاندانو هم پرې نيوکې راپيل کړې دي چې ولې يې «دری» له خپرونو وکښله او يا ترې په ټوليز ډول پښتو وييونه (ترمينالوجي) کښل کېږي [د بېلګې په ډول : ډاکتر م . زمانزوی ، ملي هېنداره ، د ١٣٨٣ ل . پنځمه او شپږمه ګڼه او دعوت د ١٣٨٣ ل . وروستۍ ګڼه ؛ ډاکتر روستار ترکی ، ملي هېنداره ، اوومه ګڼه] ، بې له دې چې تر شا يې له آرې ملي ضد ستراتېژۍ ځانونه خبر کړي . هغوی در باندې دا څلوېښت کاله په درغلي نامه «دری» خپل پارسي ګړدود د بشپړې رسمي او ملي ژبې په توګه ومانه او قانوني کړ نور د دې پرواګير نه دي چې دري يې بولي که پارسي ، او که دې اړ ايستل ، ستاسې د نيوکو په غبرګون کې به يې هم در ډاګيزه کړي : «دلم ــ بايسکلم» ، هغه نوښتونه يا نيولوجيزمونه مو چې د ايراني ورونو له خوا په پارسي ژبه کې رامنځته شوي او رامنځته کېږي زموږ خپل مال دی او اوبه په ډانګ نه بېلېږي !او که نور يې هم پسې راټينګ کړئ چې لږ تر لږه «ملي ترمينالوجي» خو راسره د ملي ــ افغاني پېژند نښې او هويت د څرګندوی په توګه خوندي وساتئ ، نو رډ پر رډه به درته ووايي : «زه دې په پيرۍ کې شک ګڼم ، ته راته مريدان نيسې» ، موږ درسره «افغان» او «افغانستان» نه منو ، پاتې لا دملي ــ افغاني هويت بېلند نښې !د دوی د ستراتېژۍ آر بنسټ هم همدا ژبه وه او بيا يې اړونده جغرافيا «خراسان» او هغه هم په دې سست او بې سروبوله سپسته چې په دغه ټاکلې سوېل ختيزه سيمه کې رازېږېدلې او له منځنۍ پارسۍ او پهلوۍ سره کومه خپلوي نه لري او بل خوا يې هم مهال له شمال ختيزې «تخاري = باختري» لور بولي. د يوې همداسې ناسمې صغرا او کبرا او ناسمې پايلې پر بنسټ يې د ١٣٤٣ ل . کال په قانون کې د «دری» تر راټومبنې وروسته د «خراسان» ببولاله رامخته کړه او د ازادو رسنيو له لارې يې د «افغان» او«افغانستان» پر وړاندې د مخامختيا «انقطاب» د مورچلو رغاونې ته ملا وتړله . ملي سرود په همدغه پلمه دا څلور کا له وځنډول شو چې د پښتو پر ځای دې«دری» شي او د افغا ن او افغانستا ن پرځای دې تاجېک، هزاره، وزبک و تورکمن راشي ! د غويي انقلاب آره انګېزه هم له همداسې مخامختيا رازېږېدلې وه چې حفيظ الله امين يې د ا . خ . د . ګ د مشرتابه له ناسوبتيا څخه په ګټه اخېستنه بولۍ ورکړه . هغه غوښتل له هغو ناسپاسو ملي دښمنانو څخه په يو واريز ډول د ټولو انټي ــ پښتني ــ افغاني پلانو او دسيسو غچ واخلي او د چا خبره وينې په وينو پرېوي . خو د هغه د بېخرته اور و وينو ډېری بلهاريان بيا هم ډېری ولس شو او نوره هم له بده بتره شوه . دښمنان يې نور هم پسې راوپارول او داسې يې سره يو موټي کړل چې غبرګ انقلابي او جهادي مورچلونه پرخپله ګټه راوڅرخوي او په پای کې د شمال ناسپېڅلې (کمونېستي ــ ستمي ــ اخواني) ټلواله رامنځته کړي . د همدغې ټلوالې په برکت يې وکړای شول ، دوخت د غبرګو زبرځواکونو ملاتړ ترلاسه کړي او په خپله نومونه «اخرين نمايندهء حکمروايی دونيم قرنه ی پشتون های جبار» داکتر نجيب الله يې د ملګروملتو له روغه ييز پلان سره راوپرځاوه .دا چې اخوان ــ ستمي حکومت يې پر ګرد ولس څه خونړي ناتارونه راکوز کړل ، خو پخواني خوبونه يې هم تر ډېره رښتيني شول او د ټاکلې ستراتېژۍ ارمانونه يې نور هم پسې خړوب شول ، په تېره بيا چې د اوسنۍ نړېوالې ټلوالې په سياسي ــ پوځي مرسته يې د يومخيزې رانسکورېدنې مخه ونيول شوه او د اوسني امپريالېستي ــ جهادي دولت په اډانه کې يې تر ټولو زياته ونډه په برخه شوه . د درېګونو فرهنګي وزارتونو (ښوونې او روزنې ، لوړو زده کړو او اطلاعاتو او فرهنګ) په انحصار سره يې د ډېري ولس ژبني او فرهنګي زبېښاک ته دومره پراختيا او پياوړتيا ورکړه چې نه په کابل او نورو شاوخوا سيمو کې د پښتو ژبيو ښوونځيو غوښتنه اورېدل کېږي ، نه په پوهنتونو او نورو لوړو ښوونيزو څانګو کې د پښتو ــ پارسي انډول ، په سرکاري رسنيو او هنرو کې د پښتو د څومره ييز او څرنګيز برابری خو لا پرځای پرېږده چې د سرکاري څانګو ښرانګو سرليکې (سرلوحې) هم پارسي له يوې مخې په خپله ټيکه کې اخېستې دي . د پښتو نويزونو (نيولوجيزمونو) مخه نيول کېږي او پارسي هغه په ټول شور وزورله ايرانه پرله پسې راواردېږي او دود ورکول کېږي . دا نو د نړيوال کمپيوتري سازمان سپارښت او ملاتړ وو چې د مخابراتو وزارت په اړونده څانګه کې د څه له پاسه شپږ لکو نومونو (ټرمونو) د راپښتو کولو شپږمياشتنۍ پروژه تر کار لاندې نيول شوې او ليکوال ورسره د همکارۍ وياړ لري . پښتو د نوموړي سازمان د پروګرام پنځه دېرشمه ژبه ده چې له انګرېزي ، روسي ، عربي او پارسي هغو سره يې په يوه لړليک (رديف) کې ټيکاو ورکړی دی او په دې کې بيا يوازې د پښتو انډولونو (معادلتونو) کورګی تش دی . څنګه چې پارسي هغه ايرانيانو کال دوه مخکې رغولي او افغاني پارسۍ «دری» ته يې هم لاره هواره کړې ده ، نو د افغانستان لپاره يوازې پښتو انډولونه په پام کې نيول شوي دي .ځېنې ځانپلوري پښتانه بيا هم دغه نړيواله پېرزوينه بې ارزښته انګېري او د ټلوالې له ستراتېژۍ سره سم پر دې ټينګار کوي چې پښتنو ته انګرېزي نومونې غورې دي ، له دې ناګاره چې تېر دولس سوه کلن ازمېښت دا رازباد کړې ده ، چې دغه ډېري ټبر ته تر بلې هرې ژبې پارسي اسانه او سهنوړه ده ، نو ترهغې چې پر انګرېزي هغو لاسبري مومي ، څو لکه پارسي هغه به يې پر خواره کۍ پښتو راتپلي او «اردو» ژبه به يې ترې جوړه کړې وي !پر دغو ټولو ترخو واقعيتونو سربېره بيا هم زموږ روښاندان ځانونه ناګاروي او په لوی لاس تر درغلي نامه لاندې د افغاني پارسي ګړدود د خپلواکوالي او بوميوالي د بې سروبوله ډنډورو پخلی کوي .د دې پرځای په کار ده ، يوازې د بي بي سي راديو والا نه ، بلکې په ټوليز ډول ټول هغه ليکوال او ژورنالېستان چې د «دری» تر نامه لاندې ټکي پر ټکي د ايراني پارسۍ لاروي کوي او په دې لړ کې يې له يوې نيمې پېړۍ راهيسې د دودې «مروجې» ټولمنلې ملي ــ افغان ترمينالوجۍ په بيه د ايراني نيولوجېزمونو کارونې ته ملا تړلې ده ، له سره ونيول شي چې تاسې له دغې پاکسازۍ او نږونې سره د «دری» نامه درغلتيا او جعلتيا پخپله زباد کړه ، نو نور څه حق لرئ ، پرافغان ولس يې د يوې خپلواکې او بيا بومي افغاني ژبې په توګه په اساسي قانون کې پر رسمي دريځ ټينګار وکړئ ؟ دا چې يو ګڼ شمېر پارسي ژبي افغان ليکوال هم له ايراني نيولوجېزمو سره ناباندې دي او کله ناکله پربي بي سي راديو نيوکې کوي ، بيا هم کوم ژبپوهنيز بنسټ نه لري . نن سبا د الکترونيکي خبرتيايي اړيکو له برکته د هرې پرمختللې علمي ــ فرهنګي ژبې دننه ګړدودي توپيرونه پرله پسې مخ پر ورکېدو دي او په دې لړ کې پارسي درېګوني جغرافيايي (دري ــ تاجيکي ــ ايراني) ګړدودونه د يووالي وروستي پړاوونه وهي . دا هم د لمر په څېر ټولو ته څرګنده ده چې په دغو درېګونو ګړدودونو کې ايراني هغه له هره پلوه مخکښانه دريځ لري ، هم د بوميوالي او ډېروالي او هم د فرهنګي پرمختيا له مخې . دا به زموږ د ملي ــ ژبني پوهاوي لپاره ډېره ګټوره وي چې پر څلوېښت کلن مشهور غلط نامه «دری» له سره غور وکړو او هماغه آر او رښتينی نوم «فارسی» يا «فارسی دری» يې بېرته راژوندی کړو . له دې سره به مو نه يوازې له ژب ــ تيوريکي او اېمپوريکي پلوه د ورانپوهاويو او پرادوکسيسو مخه نيولې وي ، بلکې له قانوني او حقوقي پلوه به مو هم د ډېرو ضد نقيضونو او ټکرونو مخنيوی کړی وي . هغه مهال بيا د ايراني ــ پارسي نيولوجېزمونو او افغاني ــ ملي ټرمونو ربړه (مساله) هم ښه ترا هوارېدای شي، په دې منطقي استدلال چې که افغاني پارسي ژبي ورونه هغو نيولوجېزمونو ته غيږ پرانېزي او رادودوي يې ، خپل حق يې دی ، خو د خپلواک افغاني اکروکر او هويت په پار به راسره د نورو څه له پاسه دېرشو اتنوليګوېستيکي لږه کيو غوندې اړونده ملي ترمېنالوجي ترې نه بلهاروي . هله به بيا زموږ ليکوال او پوهان او بيا قانونپوهان لکه روستار صاحب خپلې نيوکې له خپلې علمي څانګې سره سمې پر همدې يوې موخې راڅرخوي چې د تخنيکي پلوه د «دری» ناسموالی وڅېړي او بيا دا ډاډ ورکړي چې د «فارسی» يا «فارسی دری» نامه په رادودېدو په راتلونکې کې له نورو ولسونو په تېره له دوو پارسي ژبيو ګاونډيانو (ايران او تاجيکستان) سره د تړونليکونو په برخه کې د هر راز ژبني ــ تخنيکي تېروتنو او ناسمو پوهاويو مخه نيول کېږي . د ساري په توګه کله چې تر دامنځ يې، تړون رامنځته کېږي ، هرومرو به د يوې نړېوالې ژبې «انګرېزۍ» ترڅنګ ورسره له افغاني خوا پښتو او پارسي متن هم ملګری کېږي ، بې له دې چې تاجيکي يا دري نومونه پرې ورسرباري شي ، هرګوره،افغاني او تاجيکي ځانګړي ملي ټرمونه به ورسره سم په لينديو کې نيول کېږي .پايلنيوی«دری» له آره د «فارسی» ژبې ستاينوم دی چې د يوې سياسي موخې او نيرنګ له مخې د افغاني پارسۍ ، په بله وينا ، پارسي ګړدود (لهجې) پرځای او بيا د يوې جلا ژبې د نامه په توګه له ١٣٤٣ ل . راهيسې غلط مشهور کړ شوی دی او نن سبا يې له اړوندې (ايراني ــ) پارسې سره د بېخرته نيولوجيزمونو (نويو رغاونو) په راخپلولو ، ان تر ډېره دوينګ (تلفظ) په ګډون ، ليکني ــ ګړدودي توپيرونه مخ پر ورکېدو دي .که پارسي ژبي ليکوال په رښتيا له ډېري ــ بومي پښتنو او نورو ژبتوکميزو (اتنولېنګوېستيکي) ډلو ټپلو سره د ورورۍ او برابرۍ د ګډې ملي ــ افغاني ټولنې رغاونه غواړي ، په کار ده ، له يوې نيمې پېړۍ راهيسې رادود شوې ټولمنلې ملي ــ افغاني ترمينالوجي د خپلې ژبې له «پاکسازۍ» بلهاري نه کړي او په لوی لاس يې ملي ــ رسمي دريځ تر پوښتنې اښتنې لاندې رانه ولي . دغه راز د پخواني آر ورښتيني نامه پارسي (فارسی) او يا (فارسی دری) په بېرته رادودولو سره د اړينو پېښېدونکو قانوني او حقوقي ټکرونو او ورانپوهاويو (سوء تعبيراتو) مخه ونيسي .د ژبټولنپوهنيزو آرونو (سوسيولېنګوېستيکو اصولو) له مخې هماغسې چې په افغانستان کې هره اوسېدونکې ژبتوکميزه (اتنولېنګوېستيکي) ډله ټپله ملي ــ افغاني بلل کېږي ، دغه راز يې هره اړونده ژبه ملي ــ افغاني ګڼل کېږي ، که هغه پښتو او پارسي ده يا نورې لويې وړې ژبې چې تر ٣٥ يې شمېره تېری کوي . دا چې ملي ــ افغاني ترمينالوجۍ له پخوا نه يوازې په پښتو اړه پيدا کړې ده ، لاسوند يې د ويونکيو زباد شوی بوميوالی او ډېروالی دی او دا راز ملي امتياز په نړيواله کچه کوم دېموکراتيک ضد او نادوده کار نه دی .دا هم يو ستر ملي وياړ دی چې په دې وروستيو کې څو نورې لږه کۍ افغاني ژبې رسمي ــ قانوني دريځ ترلاسه کوي . په دې لړ کې وزبېکي او تورکمني له هغو ناآرياني ژبو څخه دي چې په خپلو آرو نومونو يې د پارسۍ غوندې ډېری او بومي ويونکي په جلا خپلواکو هېوادو (وزبېکستان او تاجيکستان) اړه لري او ورسره د ژبنيو ، ادبي او فرهنګي اړيکو او راکړو ورکړو د ساتلو او پاللو رښته ، بې له دې چې ملي ــ ترمينالوجي ورځنې ځار کړي . له دې پرته د نويو علمي ــ تخنيکي رغاونو (ټرمونو) رامنځته کول او دودول د هرې ژبې يو ژبپوهنيز حق دی او بايد دغه حق د رغنده ملي سيالۍ پربنسټ ټيکاو ولري .لکه څنګه چې د ليکوال د بېلابېلو پښتو او پارسي ليکنو څېړنو او په ځانګړي ډول د «پښتو او پښتانه دژبپوهنې په رڼا کې» له لارې پرې رڼا اچول شوې ، نن سبا د ژبنيو او نژادي ربړو او سکالوو په اړه داسې انکار نه منونکي سانتيفيک چمونه مېتودونه او فارمولونه رامنځته شوي او رامنځته کېږي چې پر ياد شويو تاويليو ــ ماويليو ، ذهنيګريو او لنډ انديو باندې د بطلان کرښه راکاږي او نوره دا کابو چا ته نه ورکوي چې د پخوا په څېر په هسې تور ټپيو او درغليو د افغانستان غوندې د يوه لرغوني ګڼ ژبيز او ګڼ توکميز هېواد ملي واکمني او ځمکنۍ بشپړتيا او يو موټيوالی له ننګونې سره مخ کړي! ",د کرزي فرهنګي سلاکارانو د پښتو پر تابوت يوبل . . . 408,محمد يوسف خدمتګار," په کلي کور مئ ګولۍ وريږي ياغي هم زه يم باغ هم زه يم دوستۍ په نوم مئ کلي نړيږ ي ياغي هم زه يم  باغي زه يم دوستان مئ وژني ښوولئ نه شم خپلوان مئ وژني ښوولئ نه شم تور دوښمنان مئ ځکه خنديږ ي ياغي هم زه يم باغي هم زه يم زما  ګنا ه  ده  کا فر  د عشق  يم دا مئ خطا ده کا فر دعشق يم مينه مئ مينه نه تعبير يږ ي ياغي هم زه يم  باغي هم زه يم زه يم هنداره ريا  مئ نه زده نصيبه خواره  ريا مئ نه زده اغيار  رياکار دئ په ما بلوسيږي ياغي هم زه يم باغي هم زه يم بر؛ يي لعنت خپل دمکتب  راکړو لر؛  بديعت خپل دمذ هب  راکړو بر خو مئ وران شو؛ لر؛ هم ورانيږ ي ياغي هم زه يم با غي هم زه يم يم حيران پاتئ قام مئ ويده دئ شي په ما زياتئ قام مئ ويده دئ خوارخدمتګار چئ مدام ژړيږي ياغي هم زه يم باغي هم زه يم په کلي کور مئ ګولۍ وريږ ي ياغي هم زه يم  باغي هم زه يم دوستۍ په نوم مې کلي نړيږ ي ياغي هم زه يم باغي هم زه يم     محمد يوسف خدمتګار مزدورزوې کلا  کر ويک  ناروې ١٣٨٤ل  کال  غويي ",ياغي 409,," ", 410,," په پېښور کې د دانش کتابپلورنځي د ايمل پسرلي د پوليسي لنډو کيسو ټولګه خپره کړې ده . (( د څارنوال هانري قضيې او نورې کيسې )) د يوۀ انګريز څارنوال کيسې کوي چې په لندن کې د افغانانو ، پاکستانيانو او هندوانو سره تړلې پوليسي قضيې هواروي . دا د ايمل پسرلي د لنډو کيسو دريمه ټولګه ده ، تر دې وړاندې د څلورمه لار ، يو مزل دوه نړۍ ټولګې يې هم خپرې شوې وې . دوی د ډرامو يوه ټولګه او يو ناول هم چاپ کړی دی . ",دايمل پسرلي د لنډو کيسو نوې ټولګه چاپ شوه 411,," ", 412,," ع : نورزي تيره شپه نامعلومووسلوالودزرنج ولايت په يوه ليري سرحدي ولسوالۍ قندكښې يوزوى اويومورهغه وخت ووژل شوه كله چي تيره شپه نامعلومووسلوالوئې پركوربريدوكړي . دزرنج امنيه قومندان خليل بختياني نن دبېنواخبريال ته وويل : چي دپېښي ځاى ته ئې پوليس ليږلي دي ترڅومعلومه كړى چي نوموړي پېښه دچاله خورارمنځته شويده . زرنج دافغانستان يوله سرحدي ولايتونوڅخه دى چي دايران هېوادسره نژدي پرپوله پروت دى .   ",په زرنج كښى يو زوی اومورووژل شول 413,محمدحسن حقيار," محمدحسن حقيار  هر ملت په خپل تاريخ كې دخوښيو او بدمرغيو ورځې لري، داسې ورځې چي په راتللويې انسان ته دخپل هېواد، ازادي، سوكالي، هوسايي ورپه زړه كوي، او داسې ورځې هم چې په ياد يې انسان ته دخپل هېواد اسارت، بد مرغي، بربادي، وراني او ويجاړي ترسترګوشي، زموږګران هېواد افغانستان هم دنورو هېوادونو او ملتونو په څېر له خوښۍ او بد مرغۍ ډكې ورځې لري.چى ديوې سترې بدمرغۍ او غميزې پيلامه يې د 1358 هجري لمريز كال د مرغومي شپږمه ده ، په دې ورځ بې رحمو، مغرورو، د انسان او انسانيت د ښمنو روسانو، ټول بين المللي نور مونه تر پښولاندې كړل اوپه ډېره بې شرمۍ يې زموږ په هېواد نظامي يرغل وكړ چې په پايله كې يې د افغانستان، ټول مادي او معنوي ارزښتونه هم ونړېدل، هېواد مو وران، و يجاړ او دنړۍ په موزيم بدل شو شاو خوا دوه ميليونه بې ګناه هېواد وال موشهيدان او شاو خوا درى ميليونه نور معيوبين او معلولين شول او د افغانانو بې سارې اتلولۍ روسانوته هم داسې ماتې اوله عبرت څخه ډك درس وركړ چې اوس يې هم په وريادېدلو دسر وېښته زيږه شي، د روسانو نوم، شان او شوكت يې له خاورو سره خاورې، امپراتوري يې ړنګه، سياست يې و يجاړ شو، چې اوس څوك دا دنړۍ لوى زبر ځواك !!او امپراتوري په سيالانوكې هم نه شمېري او افغان مجاهدينو د نړيوالو اتلانو لقب وګاټه. خوله بيا هم له بده مرغه د جهاد او د افغانانو دسترې مېړانې كورنيو او بهرنيو دښمنانو، د افغانانو دسپېڅلي جهاد او قربانۍ ثمرات په اوبولا هوكړل، ځينو تش په نامه مجاهدينو د جهاد له دښمنانو سره لاس يوكړ او هماغه د مرغومي دشپږمې د كودتاه موخې تعقيب كړې د هېواد په ورانولو كې يې لا هڅې وكړې ، ديو موټي افغانانو ترمنځ يې چې د افغانستان په تاريخ كى يې په خپلو منځو نوكى دورورۍ او اخوت په فضاكې ژوند كړى ، ژبنى، سيمه ييز مذهبي او قومي تعصب ته لمن ووهله. دادى اوس چى د مرغومي دشپږمې له كودتا څخه پوره 27 كاله تېر شوي هم دي، او روسانو او افغانانو ته يې ځاني او مالي زيانونه ياپه بله وينا مادي او معنوي تاوانونه تراوسه هم زموږ تر سترګولاندې دي. داسې ښكارې چې هم روسانو او هم يې افغانولاسپوڅو ګوډاګيانو له دې ستر ناورين څخه عبرت نه دى اخيستى، روسان اوس هم د افغانانو په كور نيو چاوركې لاسوهنه او، د افغانانو له دښمنانو سره مالي او نظامي مرستې كوي، كله كله د افغانانو په ټپونو د مالګې شيند لولپاره له افغانانو جنګي غرامت ( تاوان) هم غواړي. نه يواځې داچى روسانو له افغانستان څخه لاس نه دى اخيستى، بلكې ګوډاګيان ، يې هم ترپخوا ډېر فعاله شوي، منظم كارونه كوي، سياسي ګوندونه يې جوړ كړيدي، آن په ډېرې بې شرمۍ د ولسمشرۍ څوكۍ ته هم ودرېدل، روسان او دهغوى ګوډاګيان ددې پرځاى چى له افغان مسلمان ولس څخه بخښنه وغواړي، په خپل تېر تاريخ وشرمېږي اود جبرانولو هڅه يى وكړي دهېواد له ناوړه وضعيت څخه په ګټې اخيستنې دكبانو نيولو لپاره لا اوبه خړوي. داچې روسان له افغانانو څخه جنګي تاوان غواړي نو داپخپله د دوى د سپين سترګۍ اوبى شرمۍ وروستى حد ښيي آيا دا سپين سترګي او په يو ملت پورې ملنډې وهل نه دي چې ديو شل ميليوني ملت دوه ميليونه تنه بي ګناه كوچنيان، سپين ږيري ځوانان او سپين سرې يې ووژل، شاوخواتر درى ميليونو تنو يې كاڼه، ګوډ شل اوشوټ كړل، ټول سمسور هېواديې راته په كنډواله بدل كړ، دهېواد ټول معنوي او مادي ارز ښتونه يې راته له منځه يوړل، اته ميليونه هېوادوال مومهاجرت ته اړشول، دا دېرش كاله مو دهمدوى له لاسه په هېواد او هېواد والو اوربل دى، دهېواد خپلواكي موله ګواښ سره مخ شوه، اوس دوى د هماغو بمونو او باروتو بيه هم غواړي چې پرموږيې دا حالت راووست، دوى اوس دهغوالوتكو اوسپنې هم پرموږ پلوري چې پر موږ يې نيپال بمونه غورځول ،دوى خپل هغه اور هم پرموږ حسابوي چى زموږ دوژنې او زموږ د هېواد دورانولو لپاره يې لګولى وو، رښتيا خبره داده چى داپه افغانانو باندې ريشخند او زموږ په مظلوميت خندل دي او له دى سره به د افغانانو زخمونه چى مړاويتوب ته پرېنښودل شول لا تاره شي، زموږ توصيه روسانو او د مرغومي دشپږمې ټولو عاملينوته داده چې له افغان مسلمان ولس څخه رسماً بخښنه وغواړي، ددوى له لاسه دوران او ويجاړ افغانستان په بيا رغونه كې پوره ونډه واخلي، د افغانانو په كورنيو چاروكې لاس و نه وهي، د افغانانو دښمنان اوس هم په وسلو پټ نه كړي، په راتلونكي كې دښه ګاونډيتوب بين المللي تضمين وركړي. كه نه له دې پرته به هېڅكله هم افغان مسلمان ولس روسان ونه بخښي او ان شاء الله چى يوه ورځ نه يوه ورځ به د افغانانو لاسونه د دوى ګرېوان ته ورسېږي. ",روسان دمرغومي له شپږمې درس نه اخلي 414,واحد نظري," واحد نظري په خو شحالۍ ووايم که په خوا شينۍ چې زموږ سينما د نورو هنرونو په تناسب د لنډ عمر درلودونکې ده ، ډيري لوړي ژوري دموضوع د تنوع دژانرونواو سبکونو رنگيني په کې لږ ده اکثره فلمونه په غير حرفوي اواماتوري ډول جوړ يږي. مسلکي پرسونل او تخنيکي وسايل دگزارې په اندازه دي،انرژي لري خو صميميت پکې نشته دا ځکه چې د مختلو سويوخلک په کې را ټول شوي دي. د افغانستان لومړنى فلم د (( عشق و دوستي )) په نامۀ نژدې شپېته کاله وړاندې په ١٣٢٥ کال د پردې پر مخ نندارې ته وړاندې شو . ددې فلم يوازې څو مرکزي نارينه پرسونل، سناريو اود فلم لپاره سندرې چې افغاني موزيسين کمپوز کړې وې ، نور ټوله تخنيکي پرسونل، ډايرکتر، فلم اخيستونکى، ارت ډايرکټر او ښځينه لوبغاړي هنديان وه . دا راز فلم جوړول يعنې دنورو په تخنيکي مر سته تر او سه پوري په يو څه تغير په خپل حال پا تې دى .که چيرې په افغانستان کې او ضاع تغيير نه وای کړی نو تر ډيره په ١٩٨٠ مو کلونو کې دې هيلې زور اخيستی و چې د ٢٠ پيړۍ ترپايه به حتماًً يوه با هويته ملي او اکادميکه سينما ولرو . ځکه په دې کلونو کې سينما د دولت تر حمايت لا ندې وه او دولت دخپلو تبليغاتو لپاره دسينما پر قوت اوا ثراتو پوره خبر وو ،يوه اندازه مسلکي پر سونل چې په افغا نستان کې يې دکار په جريان کې تجربه تر لا سه کړې وه اونورچې اکثره يې په سوسيالستي هيوادونو او هندوستان کي دسينما(ډايرکټ، فلم اخيستل او سونډ يا غږ) په برخه کې تحصيلات کړي وو هيواد ته را ستانه شوي ول . او په متو سط ډول يو سينمايې مرکز منځته را غلی و ،له دې سره ډيرو زياتو ﻻ ملو ديته لاره هواره کړه چې دافغان فلم په وړه ستډيو کې به دکال تر څلورو هنري رنگه او تور او سپين لوړ فلمونه ، همداراز په لسگونو مستند فلمونه جوړ شول. په دې کلونو کې په تلويزيون کې هم دفلم جوړلو کار په سر عت روان وو او دکال څلور پنځه لوړ او لنډ تلويزيونې فلمونه سر يالونه دپردې پر مخ را تلل. افغا ني فلمونو خارجي فيستوالونو ته لاره پيدا کړه ، جايزي او ديپلومونه يې تر لا سه کول ، حتی افغاني سينما گران نړيوالو فستيوالونو ته د جيوري ( انعام ورکوونکې جرگه گۍ ) دغړيو په صفت بلل کيدل .يوازی په شپږمه لمريزه لسيزه کې چې موږ څو هنري تور او سپين فلمونه چې د هغو ټول کارونه ، له سناريو څخه نيولې تر شوټنگ، منتاژ ، لا برا توار او پروسس پورې پخپله دافغان فلم په وړه سټديو کې ، چې دامريکا يانو په مرسته په١٣٤٧ هـ .ش کال کې يوازې دلنډو اخباري او مستندو ١٦ او٣٥ ملي مترو فلمونو لپاره جوړه شوې وه تر سره شول ،د رنگه فلمونو دچاپ او پروسس کارونه به دپخواني شوروي اتحاد دازبکستان په جمهوريت کې او کله ناکله په هند کې تر سره کيدل ، ځکه چې موږ رنگه لابراتور نه درلود او غير له هغه څخه دې کوچنۍ دستگاه دومره ظرفيت هم نه در لود ،چې په کال کې څو فلمونه پکې جوړ شي . دافغان فلم دريا ست له تاسيسيدو تر مخه په ١٣٤٣ هـ .ش دمطبوعاتودمستقل ريا ست په چوکاټ کې د عکاسي او فلم اخيستو د ادارې له خوا ځينې مستند او نيمه هنري فلمونه جوړيدل ،چې د چاپ او پروسس چارې يې په خارج کې تر سره کيدلې.او او س اوس هم چې پس له يوې غټې وقفې بيا دفلم جوړول پيل شوي دي همدا کار معمول دی، اکثره فلمونه په مجموعي ډول له افغانستان څخه دبا ندي په خارجي هيوادو کې جوړيږي ، اويا د خارجي کمپنيو له خوا اودهغو په مادي او معنوی مرسته او يا په مجموع که ددوی په مصرف او وسا يلو جوړيږي .يعنی زموږ سينما له هغې لومړۍ ور ځې څخه په غيري فني ډول منځته را غله او تر او سه چي د دنيا تو جه تر يوه حده زموږ سينما ته را گر ځيدلې ده بيا هم يوه اکادميکه او حرفوی سينما نه لرو او نه ددې کار لپاره مسلکي امکانات لرو . اکثره فلمونه په ډيرو کمو امکاناتو ، بې له مسلکي اوکافي پرسونل او مادي امکاناتوسره ديوه غير مسلکي پروډکشن په ډول جوړيږي اوتر ډ يره حده يوازې د ډايرکټر او دهغه دارتباطا تو پر اساس جوړيږي،چې څومره کومکونه ترلاسه کولای شي . بې له شکه فلم چې يو گروپي او گران کار دی ، له دې نيمگړتياو څخه ډير متا ثره کيږي . او په ډيرو حالا تو کې عادي نندارې اوخندونکې نندارې د فلم په نا مه دپردې پر مخ را ځي ، چې که څه هم له بده مرغه عادي ليدونکي يې په فرق نه پو هيږي ولې زموږ دسينما د رشد مخه نيسي او اگاه ليدونکي خوا شيني کوي. له بلې خوا د سالم نقد او ارزونه هم نشته. غواړم ووايم چې موږ تر او سه پورې حتی په دې نه يوو توانيدلي ، چې دخپلو ښو فلمونو او د نوو ارزښتناکو فلمونو د ليدو لپاره ليدونکي وروزوو چې دبازاري او بې محتوى فلمونو ليدو ته هڅول شوي دي. علت يې ښايي دا وي چې دولت د دې کار لپاره هيڅکله هم منظم پلان نه درلود او سينما دتل لپاره دڅو تنو سينما دارانو چې بيله خپل شخصي منفعته يې هيڅکله بل شی په پام کي نه وو په اختيار کې وه . دموضوع او تخنيک له پلوه دافغا نستان سينما په څلورو دورو ويشلای شو ،دافغان فلم دستډويو تر جوړولو مخکي دوره ، هغه فلمونه چې دافغان فلم په ستډيو کې جوړ شوي دي ، د ثور له کودتا وروسته د ډاکټر نجيب د حکومت تر نسکوريدو پورې دوره کې فلمونه او او سني فلمونه . په خارج کي جوړ شوي فلمونه ، او تلو يزيوني فلمونه او دشخصي کمپنيو فلمونه چې په همدي دورو کې دنورو فلمو سره وڅيړل شي .ترافغان فلم مخکې دوره د عشق او دو ستی سره ١٣٢٥ هـ ش نه شروع کيږي . تر هغه چې دافغان فلم ستډيو جوړيږي په دې دوره کې مستند ،نيم مستند فلمونه جوړيږي . لومړي قدمونه دي ، تراوسه لا سينمايي ليد منځته نه دی را غلی،دفلمونو بيان ساده او ترډيره حده گزارشي دی . لکه ((مانند عقاب)) ١٣٤٣هـ.ش (ډايرکتر: فيض محمدخير زاده ) نيم مستند فلم. خو دافغان فلم دستډيو له جوړولو سره په ١٣٤٨هـ.ش لومړني سينمايي هنری فلمونه لکه ((روزگاران )) ١٣٥٢چې له درو لنډو فلمو څخه جوړ شوی و ، ( طلبگار ډايرکټر عبدالخالق عليل ) شب جعه ( ډايرکټر : محمدعلي رونق ) قاچاقبران ډايرکټر:سطان حميد و). ((اندر ز مادر)) ١٣٥٢ هـ. ش (ډايرکټر : عبدالخالق عليل ). په اول وار د((روز های دشوار)) فلم١٣٥٢ (ډايرکټر:ولي لطيفي )د داود خان له کودتا سره سينما يوڅه سياسي تبليغي کيږي.(( رابعه بلخي)) ١٣٥٣ (ډايرکټر داود فارانی ، عبدلخالق عليل ) تا ريخي ډرامه دا اول ځل دی چې زموږ سينماگران، بې له لازمو امکاناتو د يوه تاريخي فلم تجربه تر سره کوي . ((مجسمه ها ميخندد)) ١٣٥٥ (ډايرکټر: توريالی شفق ). ((سياه موی وجلالی)) ١٣٥٦ (ډايرکټر:عباس شبان) د يوې فلکلوريي کيسې پر بنياد يو په بل پسې د پردې پر مخ را ځي.د دغې دورې فلمونه ريښتينې دي زيا تره يې تياتري جوړښت لري په دې دوره کې ځينې مسلکي ډايرکټران او فلمبردارن هم د تحصيلاتو تر ختمولو ورو سته هيواد ته را ځي خو د تما تيک له پلوه ټولنيزې سوژې ، تياتري کميډي او تا ريخي ډرامه دتنوع له پلوه را منځته کيږي . بيان په دې فلمونو کې تر يو حده ريا لستيک ولی ساده دی، پيچلي صحنې په دې فلمونو کې نه ليدل کيږي. تر ډيره حده لا سينما خپله ژبه له تياتر سره نه ده بيله کړې ځکه چې ممثلين هم هغه د تياتر لو بغاړي دي .د نوي ليد،سينمايي استيتيک اودسينمايي روانشناسي آثرات لا نشته . په زياترو فلمونو کې د هند دسينما پوره تا ثيرات ليدل کيږي. خو خلک افغاني فلمونوته ډير ليواله دي که څه هم دا فلمونه له هندي او ايراني فلمونو سره چې په دې وخت کې په سينماگانوکې ښودل کيدل ، رقا بت نشي کولای خو بيا هم افغانان له خپلو فلمونو سره مينه کوي .دسينمايي ستورو لا درک نشته.په دريمه دوره کې چې دثور تر کودتا١٣٥٧ وروسته شروع کيږي دلته که څه هم اکثره فلمونه تبليغي دي ، تنوع د ژانرو،سمبوليکه ارايه او دسينمايي اکټورانو منځته راتلل دي ، کرار کرار سينما د مسلکي او حرفوي سينما خواته قدم ږدي چې په دې دوره کې دا فلمونه دموضوع د تنوع له پلوه د يادولو وړ دي: ((اختر مسخره)) ١٣٦٠ هـ.ش (ډايرکټر:انجنير لطيف )((دهکده ها بيدار ميشود)) ١٣٦١ هـ.ش (ډايرکټر:عبدلخالق عليل ) .(( تا بستان داغ کابل١٣٦٢)) هـ.ش (ډايرکټر:ولي لطيفي وعلی همرا يف .(( فرار )) ١٣٦٣ هـ.ش (ډايرکټر:انجنيرلطيف ).(( لحظه ها ١٣٦٣ )) هـ.ش (ډايرکټر: واحد نظري ) ((صبور سرباز١٣٦٤)) هـ.ش (ډايرکټر:انجنير لطيف ).(( پرنده های مهاجر)) ١٣٦٦٥ هـ.ش (ډايرکټر:انجنير لطيف ) ((زمين))١٣٦٦٥ هـ.ش (ډايرکټر:جلال پيروز )(( ارمان ))١٣٦٨ هـ.ش (ډايرکټر:واحد نظري ) په پښتو ژبه، ((مرد هاره قول اس))١٣٦٦٤ هـ.ش ( ډايرکټر: سعيد ورکزی .(( دکوڅو سر گردان)) ١٣٦٩ هـ.ش (ډايرکټر:احد ژوند ) په پښتو ژبه .په تلويزيون کې ((اشک ولبخند)) (ډايرکټر: سعيدورکزی )(( دختر با پيرا هن سپيد)) (ډايرکټر: فقير نبي ) ((دلمر په لور)) (ډايرکټر:واحد نظري ) په پښتو ژبه ((سر بند)) (ډايرکټر: فقير نبی ) او(( دکونډي دزوى)) سر يال په درو برخو کې (ډايرکټر:واحد نظري ) په پښتو ژبه .دسناريو دليکلو او ارزيابي او ډايرکټرانو بوردونه ( جرگه گۍ ) جوړيږي ، دفلم دسا تلو لپاره ارشيف جوړيږي ، خا رجي فلمونه په خاص ډول روسي فلمونه چې په غټه پيمانه توريد اودوبله کيږي . دلته دی چې په کال کې يو يا دوه فلمه نړيوالو فستيوالونو ته استول کيږي ، دخارجي فلمونو هفتې او ورځې جوړيږي .ولی ددې دورې په پای کې ،دتبليغي سينما تر څنگ، سينما کرار کرار خپله لار له تياتر څخه جلا کوي ، دجنگي تبليغي ډرا مو تر څنگ کميدي ،رواني او ټولنيزو ډرا موته لاره هواريږي ، په اول ځل د روڼ اندې سينما ږغ پورته کيږي . ولې بياهم په دې دوره کې لکه چې لايل پيرسن په خپل کتاب (( رهنماي بين المللي فلم )) کې ليکي ((افغانستان په هيڅ ډول لکه شوروي اتحاد ، کوبا او چيلي غوندې دکمونستی حکومت په څو لومړيو کلونو کې انقلابې سينما منځته را نه وسته ....)) اونه هم دتمام عياري مسلکي، حرفوي سينما خاوندان شو .اونه هم دافغاني سينمايي استيتيک اوارواح پيژندنې ډيري نخښي وليدل شوې. تر دې دورې وروسته د مجاهدينو له را تگ سره نور بيا هغه شور اوزور نشته . د طالبانو تر را تلو پورې موږ يوازې د يوه فلم شا هدان يوو چې دافغان فلم په سټډيوگا نو کې جوړيږي ،(( عروج)):( ډايرکتر نور ها شم ابير) . په دې دوره کې دفلمونو جوړول په خارج کې زور اخلي ، ځکه چې ډير سينماگران له هيواده څخه وځي ، دچا چې زور رسيږي د فلم په جوړولو لا س پوري کوي ، چې په دې دوره کې هم په خارج کې دکومو خاصوسينمايي فلمونو شا هدان نه يوو. په دې دوره کې د تما تيک له لحاظه د مها جرت ستونزې را پورته کيږي، دفلم بيان په ډيرو فلمونوکې د نندار ې تر سطحي را کښته کيږي ، سينمايي استيتيک او بيان نشته امکانات محدود دي ،ملاتړ نشته ، پو ښتنه هم نشته تنور تود دی ، ډير دا سي کسان چې نه تحصيل اونه هم سينمايي تجربه لري،دسينما خواته مخه کوي چې په دې دوره کې هم زيا تره د سينمايي فلمونو پر ځای تلويزيوني او ننداريز رنگ اخلي ددې پر ځای چې دسينمايي بيان او د سينما د رشد شا هدان واو سوو سينما خپل رنگ له لا سه ور کوي ، نوره هم تجارتي او بازاري کيږي ، سندرې رقصونه ، وهل ټکول ، مضحکه صحنه سازي ددې دورې د ډيرو فلمونو خاصه ده . د طالبانو تر پر شا کيدو ورو سته بيا دا اميد پيدا کيږي چې او س نو بايد دنوروهيوادو په مر سته سينما خپله لار پيدا کړي . خارجي سينماگران کا بل ته را ځي په دا سې حال کې چې يو تعداد سينماگران بيرته هيواد ته را ستنيږي ،ځينې ځوانانو چې په پا کستان او ايران کې دسينما په برخه کې زده کړي کړي دي هيواد ته په را تلو سره د شخصي پرودکشنو په بنيادولو پيل کوي .دافغان فلم دستگاه څرخ بيرته په حرکت را ځي ، خو يوازې دروازي يې خلاصيږي ،ځينې لنډ هنري او تبليغي فلمونه دخارجي انجوگانو دکارونو دتبليغ لپاره دهغو په مالي مرسته او حمايه جوړيږي ،چې زيا تر ه پکې له تلويزيوني کا مرو څخه استفاده کيږي . يو څه اندازه پيسې او کومکونه چې د خارجي دولتونو له خوا کيږي هغه د دې پر ځای چې دافغان فلم په چوکات کې په مصرف ور سيږي دافغان فلم دکارکوونو له خوا دخپلو شخصي کارونو په نفع په مصرف رسيږي که څه هم د هغوا شخاصوله خوا چې شخصي فلمي کمپنيو اجازه يې اخسته ده ، په کابل که په هرو څو ور ځو کې يو فلم افتتاح کيږي ، خو دا فلمونه د غير حرفوي کسا نو له خوا بې له دې چې سينما ديو هنر په ستر گه وگوري زيا تره دسينما څخه دکاذب شهرت او دڅو پيسو د تر لا سه کولو په خاطر چې په غير فني ډول په بې کوالتيو CD گانو کې بازار ته را ځي دافغانی فلمونو رنگ نه يوازې بيرنگه کړی دی ، آن عادي ليدونکي يې لا دافغاني فلمونو له ليدوڅخه په شا کړي دي چې په مجموع کې زموږ سينما ته چې وروسته پاته ده ډيرزيان رسولی دی او حتی هغه فلمونه چې پوره هنری دي اوس ليدونکي نه لري .له يوې خوا افغان ليدونکي ، پر خپله سينما باور نه لري ،چې دوی ديوه دووساعتو لپاره مصروفه کړي او دده استيتکي اوملی غوښتنو جواب ووايي دبلی خوايې په ډيرو دې فلمو با ندي سر نه خلا صيږي. دکولن دافغاني فيستيوال جوړونکي را ته وويل : چې د((خاک وخاکستر)) فلم٢٠٠٤ (ډايرکټر: عتيق رحيمي ) چې دفرانسې د هيواد له خواد ميليونو په لگښت جوړ شوی و، دفلم ننداري ته دکابل دپارک په سينما کې يوازي يو ليدونکی نا ست و ،که څه ددې فلم موضوع افغا ني ده اوشو ټنگ يې هم په افغا نستان کې دافغانی لوبغاړو له خواتر سره شوی دی .دا ځکه چې دافلم دخپل جوړښت او استيتيک له مخې دخارجي ليدونکو لپاره په نښه شوی دى. د دې دور په زړه پورى فلم د((اسامه)) ٢٠٠٣ (ډايرکټر: صديق برمک ) دى چې دجاپان او ايرلنډ د هيوادو په مادي مرسته او دايراني مسلکي يو نټ له خوا جوړيږي ،دا فلم دخپل سيا سي محتوا په درلودلو سره په ډير ښه وخت دپردې پر مخ را ځي، چې په متعددي هنري نړيوالي با ارزښته جا يزي تر لاسه کوي.او دنړۍ په مختلفو هيوادو کې نندارې ته وړا ندي کيږي خو په کابل کې ډير وروسته هغه هم دمحدودوکسانو لپاره ښودل کيږي.همدا راز نور فلمونه چې په خارج کي جوړيږي .((رقاص آتش٢٠٠٢)) (ډايرکټر: جواد باصل ) دامريکايانو سره په گډه ،(( نيلو فر در باران))٢٠٠٢ (ډايرکټر: همايون کريمپور ) دفرانسويانو په مرسته،(( هجرت٢٠٠٤)) (ډايرکټر: واحد نظري ) ددې فلم ديونټ دجيب په پيسو له گڼو تخنيکي نيمگړ تياووسره او داسې نور دي چې په نړيواله کچه د توجه وړ گر ځي او په مختلفو فستيوالونو کې لکه د((نانټ )) د دريمي نړۍ دفلمونو فستيوال په فرا نسه کې ٢٠٠٤ کال چې زياتره برخه يې افغاني سينماته وقف شوي وه.په اول وار يو فيستيوال په يوه افغانی فلم افتتاح کيږي . د جرمني د کولن په ښار کې فستيوال ٢٠٠٥ چې د شلو په حدودو کې لوړ او لنډ افغاني فلمونه پکې ښکاره شول او يوازې دافغاني فلمونو نندارې ته وقف شوی و . او همدا راز په اول وار ښځې نه يوازي دممثلينو په تو گه بلکه دډايرکټرانو په توگه (( سه نقطه ))٢٠٠٤(ډايرکټر: رويا سادات ). دډايرکتر د مرستيال او پروديوسر په توگه ستوری منگل ((هجرت )) اود اسې نور دسينما ډگر ته را دا نگي. په دې مر حله کې سينما خپله ژبه پيدا کوي، خو دا بيان تر يوه حده دخارجي مسلکي يو نټو په کومک تر سره کيږي . چې افغاني سينماگرانو ته د هنري بيان دتحقق امکان ميسره کوي .ولې په دي کې شک نشته چې موږ دخپلې سينما اتوريتې ته دنورو په سترگو کې ډير ليواله يوو، خو داهم بايد هيره نکړو چې زموږ فلم بايد هم په دننه په هيواد کې هم همدا اتوريته دخپلوخلکو په سترگو کې پيدا کړي چې د نورو مبتذله فلمونو چې همدا اوس په هيواد کې دپردې پر مخ را ځي نه يوازې ښه بديل بلکه زموږ دوا قعي هويت او ژوند څر گندوی وي . ددې لنډو خبرو په پای کې دې نتيجې ته رسيږو چې په افغاني سينماگرانو کې دا پو تنسيال شته چې افغاني سينماته ،سينما يې استتيک د پيچلي سينمايي هنري بيان سره اوسينمايي روانشنا سي ور په برخه کړي ، آن ديوې اکا دميکي او حر فوي سينما د جوړيدو زيری له ځانه سره لري ، خو په دې صورت چې سينمايي مسئولينو له خوا صادقانه کار ورته وشي ، چې فعلاً نشته .دخوارو وارو سينما گرانو ورستنيدلو ته لاره هواره کړي. ددولت له خواله مالي او معنوي پلوه په جدي توگه حمايه شي .چې ديوه سالم او حرفوي ارزښتو پر بنياد سينمايي مرکز په را منځته کيدو سره ټولو سينما گرا نو ته دکار زمينه دنويوتعهداتواو توقوعاتو په رڼا کې ترلا سه شي او همداراز موثره تبليغاتو او سالم نقد او ارزونه به دا امکان ترلاسه کړي چې هر څوک چې دفلم په جوړولو لاس پوري کوي دمسئوليت په احساس سره دا کار تر سره کړي . دهغې ور ځې په هيله چې با هو يته افغاني اوحرفوي سينما ولرو او پخپلو پښو ودريږو. ",د افغا نستان سينما ته ځغلنده نظر 415,نازو پسرلی - تهران ايران," زه ښه پوهيدمه که ددې په کور کې ژوند کومه نو خپل هو يت به نه ښيم چې په  اصل کې د کوم هيواديم په دې ورځ زه او دکور خا ونده سره روانې وو چې ناڅاپه مې سترګې پرې ولګېدې  ډېره پريشانه وه  او وړه لور ېې تر لا س نيولې وه رشتيا ما ېې اول مخ او صورت ته نه ووکتلي لا ندېې پښو او پا جامې ته مې وکتل باور مې نه کېد ه ، دا به نه وي ، نشي کيداي ما په دې لو ي ښار کې د خپل و طن خلک نه پيژندل ؟ باور مې نه کېده ، نه اوس ېې هم نه منم  دالوي او ښکلی ښاردلته زمونږ غوندې غرېب او بې وزله خلک نه شي اوسېدلاي . چې څومره رانېژدې کېدله ګومان مې په يقين بد لېده جر‍‍‍‍‍ات مې  غوښته زه بايد ترې پوښتنه وکړم چې ته ......... خو ما دروغ نه شوای ويلاي زه بايد د کور  ما لکې  ته معلومه نه کړم چې د کوم ځاي يم تر اوسه ېې زما په خبرو باور دی تل راته واېې چې زما خارجيان ډير خوښ دي اوستاخو ماشاا... عجيب استعداد دی څومره ژر دې زمونږ ژبه زده کړه ويل به ېې چې تېر ځل دې ما ته له  خپل وطنه بنګړي راوړل  دا ځل ساړي راوړه چې ستا د و طن  يادګار را سره وي. ما به  ورته ويل : ولې نه خورې زه خوپه دې  مساپرۍ کې ستاسو غوندې ګاونډيان  نه شم پيدا کولاي زما پنځه ماشومان دي  او تاسوبيا هم خپل کور په کرايه راکړی  . دوطن احساس دا هر څه را نه هېر کړل اوله ځان سره مې وويل څه ېې کوم  کورونه خو ډېر دي . چې رانيژدې شوه نو بې اختياره مې پرې ږغ کړ وطنطارې ته افغا نۍ نه ېې؟ د هغې سترګې له اوښکو ډکې شوې او تر غا ړه سره ووتو و د کور ما لکې راته برګ برګ وکتل او روانه شوه.   نازو پسرلی ۱۳۸۴/۸/۱۲ تهران  ـ ايران   ",احساس 416,حقمل," د ملى ارمان د ورځپاڼې د رپوټ له مخې د ولسى جرګې د رييس مياشتنۍ تنخوا ٣٥٠٠ډالر ښودل شوى ده . همداشان د هر مرستيال له پاره ١٥٠٠ ډالر ، د منشى له پاره ١٢٠٠ ډالر او د هروکيل له پاره ١١٠٠ ډالر د مياشټى تنخوا ټاکل شوې ده .د مشرانوجرګې مشرتابه او کيلانو ته هم همداډول تنخوا او امتيازات ورکول کيږى . د رپوټ له مخې د استازو د مجلس رييس ته د مرمۍ ضد دموټر د رانيونى امر هم د کرزى له خوا منظور شوى دى .د رپوټ پر بنسټ د پرلمان د غړو د يو مياشتې تنخواه ٣٩٢٩٠٠ ډالر چې ١٩٦٤٥٠٠٠ افغانۍ جوړوى ، اټکل شوې ده .ورځپانې دغه رپوټ د ماليې وزارت دوړانديز او د افغان ولسمشر حامد کرزى د حکم د شميرې او نيټې پر بنسټ خپور کړى دى . ",د پارلمان د رييسانو او وکيلانو تنخواګانى . 417,حقمل," په کنړ کې يو موټر چې خوراکى توکى يې د امريکايانو فوځى اډې ته ليږدول د يو ريموټ کنترول ماين د چاودنې له امله ويجاړ شوى دى .د موټر ډريور او کلينر هم په دغه پېښه کې ټپيان شوى دى .د پېښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى . ",په خوراکى توکو بار يو موټر له ماين سره لګيدلى دى 418,حقمل," د افغانستان د علماوو شورا مشرتابه او غړو تيره ورځ له افغان ولسمشر حامد کرزى سره په کتنه کې دولسى او مشرانو جرګو څخه خپل ملاتړ وښود، خو د دولت په يو شمير نورو برخو کې د ځينو کمزوريو له پلوه پر دولت نيوکې وکړې . دوى د دينو مدرسو برخه کمزورې وبلله او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته په ګوت نيونى سره يې د صوتى او تصويرى خپرونو په هکله خپله انديښنه وښودله . په عدلي نظام کې يې له دوه ګونې چلند څخه هم يادونه وکړه او له کزى څخه يې وغوښتل چې د معافيت فرهنګ ته د پاى ټکۍ کيږدى .دټوليز فساد د مخنيوى په لاره کې يې د پوليسو او امنيتى چارواکو کړنى جدى ونه گنلې او زياته يې کړه د شراب خوړولو، راوړلو اود ټولنيز فساد په وړاندې ددوى چلند سطحى دى .علماوو د داډول فساد د پراخيدو په هکله خپله انديښنه بيان کړله . ",افغان علماووله ملى شورا څخه خپل ملاتړ اعلان کړ 419,حقمل," د افغانستان او ايران د بهرنيو چارو وزيرانو پرون په کابل کې د کونسلي چارو او اړيکو دپراختيا يو تړون لاس ليک کړ .دواړو وزيرانو په خپلوکې د نيشيي توکو او دافغان د کډوالوپه هکله هم خبرې وکړې .د ايران د بهرنيو چارو وزير منو چهر متکى ددغه تړون لاسليک کول په واقعيت کې د کونسلي اړيکو پراختيا اوله افغانستان سره د ايران د همکاريو نوي فصل و باله . ده دافغانستان او ايران د اړيکو په هکله وويل چې د دواړو هېوادونو اړيکې ورځ په ورځ مخ پر پراخيدو دى اوهره ورځ ٢٠٠٠ ويزې ايران ته دتګ په موخه د ايران د سفارت اوقونسليو له خوا افغانانو ته ورکول کيږي اوپه تيرو څلورو کلونو کې ايران د افغانستان په بيارغاونه ،د امنيت په ټينګښت او سياسي ملاتړ په برخه کې رغنده حضور درلود او په دغو کلونو کې ايران ٣٠٠ ميليونه ډالر په بيلا بيلو برخو کې له افغانستان سره مرسته کړې ده .منوچهر د خپل يو ورځني سفر په ترځ کې له افغان ولسمشر حامد کرزي دهغه له مرستيا ل احمد ضيا مسعود او د ولسي جرګې د مشر يونس قانوني سره په جلا توگه کتنې درلودې او ددولت لومړى مرستيال او د ولسي جرګې مشر ته يې بلنه ورکړه چې په راتلونکې کې له ايران څخه ليدنه وکړي . ډاکټرعبدالله وويل چې په راتلونکې مياشت کې به افغان ولسمشر هم له ايران څخه ليدنه وکړي .افغان چارواکوله افغانستان سره د ايران د مرستو له کبله د مننې په څرګندونو سره د دواړو هېوادونو اړيکې د سيمې د ثبات، امنيت او سوداګر ۍ په موخه گتورې وبللې .دا خبري په داسې وخت کې تر سره کيږي چې افغان ميشت کډوال په ايران کې د هغه هېواد د امنيتې چارواکو د ناوړه چلند څخه سرټکوي او په وروستيو کې د ايران دهستوي پروګرام په سر د امريکا او ايران اړيکې ډيرې خړې پړې شوي دي او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو ناندريو دير زور اخيستى دى .منوچهر په کابل کې وويل چې د يورانيمو غني کول د ايران حق دي ،او په دې برخه کې د ايران تګ لاره روښانه ده او سوله ايز هدف لري ، امريکا په دې اړوند دروغ وايي . ده په ټينګار سره وويل چې د امريکا او ايران داړيکو خړ پړتوب به د افغانستان او ايران پر اړيکو بده اغيزه ونه کړي ، ده د افغانستان او ايران اړيکې (يک روح ايم در دوبدن ) و بللې . ",د ايران دبهرنيو چارو وزير : (يک روح ايم در دوبدن ) 420,حقمل," د طالب اورپکو يو جګپوړې قوماندان ملا دادالله له خبرى رسنيو سره په افغانستان کې دځانمرګى بريدونو دپراختياره خبره کړې او ويلې يې دي چې دوو سوو طالبانو تيارى نيولى دى چې ځان وژونکى بريدونه د دولتې او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې تر سره کړى . دغه قوماندان چې خپله پښه يې هم په جګړو کې له لاسه ورکړيده له دولت سره جوړ جاړى ناشونى بللى دى .ددفاع وزارت وياند د طالب اورپکو د قوماندان داڅرګندونې پروپاګند وبللې .له بل لوري د ملى پخلاينې کميسيون ددولت مخالفين هڅوى چې له مخالفت او جګړو څخه لاس واخلى او له دولت سره يوځاى شى . ",طالب اورپکې او دډيرو ځان وژونکوبريدونو تيارى . 421,حقمل," نن دمرغومى ٦ نيټه ده چې په همداسې يوه ورځ ٢٦ کاله وړاندې روسانو په افغانستان په ډيره بېرحمانه او ناروا توګه يرغل وکړ .په همدې ورځ د هوا او ځمکې له لارې په زرګونو روسان له پرمختللو جګړيزو توپونو، ټانکونو او الوتکو سره د افغانستان خاورې ته راننوتل .حفيظ الله امين ېې وواژه او ببرک کارمل يې دتخت پر ګډۍ کيناوو.دروسانو ديرغل سره سم د افغانانو دوژلو ،نيولو ، بندې کولو ،ځورونو ، مهاجرتونواو دهېواد دورانيولړۍ لا زور واخيست ، له دې سره سم خونړي ولسي پاڅونونه هم پيل شول او د جهاد ليکي پياوړې شوې . له کلونو جنګ او سختو جګړو وروسته سرو لښکرو ماتې وخوړله او له افغانستان څخه ووتل .د روسانو له وتلو څخه څه نا څه ١٧ کاله تير شول .افغانان هرکال ددغې تورې او بدې ورځې يادونه او غندنه کوي .خو سږ کال دولت په کابل کې يوازې د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د يوې خبرې غونډې په ترځ کې يادونه وکړه او ددولت وياند عبد الکريم رحيمى په خپلو لنډو خبرو کې دغه ورځ وغندله او زياته کړه چې اکثريت تيرې او اوسنۍ ستونزې د روسانو د يرغل څخه راولاړې او پاتې شوي دي . ",دولت د مرغومى٦ يوازې په خبرې کنفرانس تيره کړه 422,حقمل," افغان دولت د ملى شورا په چارو کې د نوى وزارت د جوړيده پريکړه کړې ده .د افغانستان دولت غواړى د ملى شورا په چارو کې ددولت د نوي وزير د ټاکنې څخه وروسته د همدغه وزارت له لورى د حکومت او ملي شورا ترمينځ کارونو ته يو خيلوالى و بخشى او د همدې لارې چارې په ښه توګه سمبال کړى . د دولت دوياند دوينا له مخې تراوسه دغې دندې ته وزير نه دى ټاکل شوى . دى وايى چې د وزير د ټاکنې څخه به وروسته دټولو وزارتونو کارونه ،دهمدغه وزارت اوزير له لارى ملى شورا ته وړاندې کيږى . ",د ملى شورا په چارو کې د دولت دوزير د ټاکنو پريکړه 423,," ع : نورزی هلمند دهلمند دنادعلي ولسوالۍ يوتن خاليقداد چي له دوومياشتوراپه دې خوا ورك وو تيرماښام يې دهلمند دمركزلښكرګاه سميټي په سيمه كښې مړجسدوموندل شو . دهلمند دجنايي آمريت مرستيال محمدهاشم هيبت وبېنواته وويل : نوموړي تن خاليقدادنوميدی چي دوې مياشتي ورك وو تيره شپه مويې مړی پيداكړي . خوهيبت زياته كړه چي دنوموړي دمړيني په تورئې دده ميرمن زردانه اويوبل تن ملاغني نيولي دی چي هغوى پخپل جرم اعتراف كړيدي .     ",په هلمند كښې يوې ښځي خپل خاوند وژلی دی 424,انجنير نواب - ننګرهار," انجنير نواب - ننګرهار د نړۍ اکثره خلک په دې حقيقت خبر دي چي د افغانستان د نفوس زياته برخه پښتانه تشکيلوي او هيڅ څوک له دې حقيقت څخه سترګي  نشي پټوﻻی . که چيري مونږ په کابل کي دقيقه سرشمېرنه وکړو نو دا به ټولو ته څرګنده شي چي په کابل کي د پښتنو نفوس له بل هر قوم څخه زيات دي خو دا هر څه زمونږ د درې لسيزو ناخوالو او جنګونوورک کړيدي دا ځکه چي په دغه دوران کي نوري ژبي په کابل محکومي وي او اکثره پښتنو خپله ژبه پريښوله او په نورو ژبو خصوصٌا په دري ژبو يې خبري کول پيل کړل . ددې که هر علت وي زه هغي پسي نه ګرزم. په کابل او زينو نورو وﻻياتو کي د پښتو ژبي د تعليمي نصاب دنه موجوديت  لمړۍ ګناه په خپله د پښتنو ده . دا ځکه چي دا اوس پښتانه په حکومت کي مکمل قدرت لري او په هره اداره کي پښتانه له نورو څخه زيات دي خو که چيرته په کابل کي کومي دولتي ادارې ته ورشي او عريضه دي په پښتو ژبه ليکلي وي نو لمړۍ همدغه پښتون ځوان ځواب در کوي چي (معذرت ميخواهم عريضه تان غلط است) که پوښتنه وکړې چي ولي غلطه ده ځواب يي داوي  چي ( به زبان پاکستاني است) په خپله پښتانه خپله ژبه پردۍ کوي او چيري په دري ژبه عريضه وليکي نو هغه صحيح وي او خصوصاٌ که ايراني لغتونه ولري نو هغي ته خو هيڅ څوک غلطه نشي ويلي. نو په دې ادارو کي مامورين پښتو ژبه په رسميت نه پيژني. يو ځل زمايودوست د لوړو زده کړو وزارت ته ورغلی ؤغوښتل يې چي خپل ديپلوم تر ﻻسه کړي، هغه ويل چي ما عريضه په پښتو ژبه ليکلې وه نو د هغه وزارت يو لوړ رتبه مقام ته مي وروړله چي هغه يې امضاْ کړي او مربوطه شعبې ته مي واستوي، خو کله چي هغه جناب عريضه ولوستله نو ماته يې وويل چي ( عريضهء  تان غلط است برو ديګه عريضه بنويس) ما وويل صحيح ده زه ولاړم هماغه عريضه مي په دري ترجمه کړله بيا راغلم چي عريضه مي ورته وړاندي کړله نو هغه وويل چي( اينه الي فهميدي من همين زبان پاکستاني را هيچ خوش ندارم) عريضه يې  امضاْ کړله . نو په هغه وخت کي زه پدي مشکل وپوهيدم. اوس تاسي قضاوت وکړۍ چي مشکل چيري دي او څوک ملامت دي. نو د اصل مشکل د حل لپاره بايد ټول پښتانه دا خپله وظيفه وګڼي او بايد مټي ررانغاړي چي خپلي ژبي ته بيرته حقيقي بڼه ورکړو.په هغه صورت مونږ کوﻻی شو چي پښتو رسمي  ژبه کړو او په کابل کي د پښتو ژبي مکتبونه پيدا کړو. په کابل کي د مکتبونودتعليمي نصاب تبديلول پښتو ژبي ته يوه ډيره اساسي او په ځاي خبره ده او خدای دي وکړي چي يوه ورځ زمونږ دغه ارمان عملي بڼه واخلي، او داد هر افغان حق دی چي په مورنۍ ژبه تعليم وکړي، کابل دافغانستان مرکزدی حال دا چي دافغانستان له نيمايي څخه زيات نفوس پښتانه تشکيلوي خو په کابل کي يو مکتب په پښتو ژبه تعليمي نصاب نه لري، په پوهنتون کي به يو مضمون هم په پښتو ژبه ونه ګوري، استاد به پښتون وي خو درس به په فارسي ژبه ورکوي. دا ولي؟ که دا پوښتنه له همهغه استاد څخه وشي نو وايي چي محصلين او يا شاګردان په پښتو نه پوهيږي ځکه په دري ژبه درس ورکوم خو هيچا دا ونه ويل چي شاګردان يا محصلين په دري نه پوهيږي ځکه په پښتوژبه ورته تدريس کوم. زمونږ جمهور رييس صاحب چي کندهاری دی او اصل پښتون ځان ته وايي په بيانيه کي 80٪ دري وايي او 20٪ پښتو واي خو د جمهوري رياست دوه محترم معاونين چي يو يې تاجک او بل محترم يې هزاره دي هيڅ کله له دري څخه په غير په بله ژبه نه غږيږي . داسي څوک به پيدا نه شي چي ووايي چي پلانی معاون صاحب په پلاني ځای کي په پښتو ژبه خبري وکړلې، او دا مشکل ټول پښتانه لري. که چيري مونږ يو مجلس کي وګورو که 20 نفر پښتانه وي او يو تاجک وي نو دا به ټول په فارسي خبري کوي د هغه يو نفر تاجک لپاره . خو هغه يو نفر تاجک څخه به يو حرف د پښتو وا نه ورېدل شي . نو راځی پښتنو ورونو او خويندو چي د خپلي مورنۍ ژبي د خدمت لپاره سره يو شو او په دولتي او غير دولتي ادارو کي خپله ژبه له پرديتوب څخه وژغورو او راتلونکي پښتون نسل ته يو څه خدمت وکړو، او هر څوک چي وايي چي پښتو ژبه غلطه ده هغه پدې پوه کړو چي دا ژبه يوه ملي ژبه ده او بايد څوک ورته غلطه ونه ويل شي.      ",پښتو ژبه او افغانستان 425,حقمل," د ولسې جرګې په نننۍ غونډه کې چې زياتره خبرې د طرزالعمل په اړه ترسره شوې او پايله هم څرګنده نه شوه ،رمضان بشردوست وړانديز وکړ چې بايد دټولو وکيلانو شتمنۍ او ملکيتونه ثبت شى . ده غوښتنه وکړه چې دغه ټکې ته دې په مسوده کې ځاى ورکړل شي . دبشردوست له دغه وړانديز سره ډير وکيلان هم غږى وو ،خو دولسى جرګې د رييس له خوا بحث پردغه موضوع بل وخت ته وځنډول شو . ",بشردوست :د وکيلانو شتمنى بايد ثبت شى . 426,حقمل," د هلمند ولايت د ګرشک په سيمه کې د يوې کورنۍ تول غړى د يوې کورنۍ شخړې له امله په ډزو وژل شوى دى . پوليسو په دې اړوند څوک نه دى نيولى . په وژل شويو کسانو ٣ ماشومان ، ٢ نارينه او يو ميرمنه شامله ده . پوليسو شک ښودلى چې دغه وژنه ددغه کورنۍ د زوم له خوا دسه شنبې په شپه رامينځ شوې ده . ",د يور کورنۍ ټول غړى په هلمند کې وژل شوى دى . 427,حقمل," د پروان پوليسو ددغه ولايت د سرخ پارسا د ولسوالى اوسيدونکى عزيزالله د غير قانونى وسلو د لرلو او ساتلو په تور نيولى دى .پوليسو منلې چې له نيول شوى کس څخه يې يو شمير سپکې اودرندې وسلې لاس ته راوړې دي . نيول شوى کس په دې هم تورن دى ،چې د وسلې په زور يې خلک ځورل اود سيمې امنيت يې له ګواښ سره مخامخ کړى وو. ",په پروان کې يو وسله وال نيول شوى دى . 428,حقمل," په هرات کې پوليسو يو سړى نيولى دى چې د خپلو دوو ځوانوزامنو په بېرحمانه وژلو تورن دى .د هرات د جنايى جرمنو سره دمبارزې يو چارواکى وويل ، دغه سړى چې عبدالخالق نوميږى او دغاښونو داکتر دى هغه وخت د پوليسو له خوا د انجيل په ولسوالى کې ونيول شو ، چې يو شميرسيمه يز اوسيدونکو او ګاونډيانوپر ده د وژنو شک کړى وو .نيول شوى کس د پوښتنې پرمهال د خپلو دوو زامنو وژل منلى دى . پوليسو ددغه سړى ديو ځوان زوى مړىچې دده له خوا په پته ټوګه په خاورو کې خښ او پټ شوىوو ،پيداکړى دى او وايى چې سر يې پرې او بدن يې ټوټې ټوټې وو.د دغه ځوان عمر ١٦ کاله اټکل شوى دى .اوس مهال پوليس ددغه سړى د بل زوى د مړى د پيداکولو په لټه کې دى او وايى چې دغه سړى ،خپل بل ځوان زوى چې ١٣ کاله عمر يې درلود،څو موده وړاندې وژلۍ دى . پوليسود دغو وژنو لامل کورنۍ شخړې او زورياتۍ بولي ،اووايى په دې برخه کې يې پلټنې روانې دى .چارواکې وويل چې دغه سړى خپله ميرمن يو کال مخکې طلاقه کړيده . ",پلار دخپل زوى سر پريکړۍ دى . 429,حقمل," په کندهار کې نن د امريکايانو د يو فوځى ګاډى د چپه کيدو له امله يو امريکايې مړ او څلور تنه ټپيان شوى دى . دغه پيښه هغه وخت رامينځ ته شوى چې يو شمير امريکايى ځواکونه د قندهار په مربوطاتو کې د ګزمې په حال کې وو .په کندهار کې دولتى چارواکو ددغه پېښې پخلى کړى دى او وايې ٣ تنه سرتيرى سر سرى ژوبل شوى او يو تن ژوبل شوى سرتيرى په روغتون کې دى . په پېښه کې د مخالفينو لاس لرل په ګوته شوى نه دى . ",يو امريکايې سرتيرى مړاو٤تنه نور ټپيان شول . 430,حقمل," اړوند چارواکو په باميانوکې نن يو نيم ټن ترياک وسوځول . افغان ولسمشر حامد کرزى د ملى شورا له غړو سره په کتنه کې يو ځل بيا ددولت له ټولو مسولينو څخه په کلکه وغوښتل چې په خپلو اړوند وسيمو کې د نيشه يى توکو د کرکيلې ، توليد او قاچاق مخه ونيسى . دا لومړۍ ځل دى چې په باميانو کې دومره ډير ترياک سوځول کيږى . د سوځولو په وخت کې د بهرنيو موسساتو د استازو په ګډون يو شمير دولتى چارواکو هم برخه اخيستې وه . له بل لورى د ننګرهار والى ګل اغا شيرزوى د دغه ولايت د يو شمير دولتى چارواکو ،سپين ژيرو او د ولس د مشرانو د غونډې له لارې د خپلو خبرو په ترځ کې پر کروندګرو غږ وکړچې په خپله خوښه دى د کوکنارو کروندى له منځه يوسى . ددغه ولايت په ٩ ولسواليو کروندګرو کوکنار کرلى دى .ده ويلى که چيرې داسې و نه شي نو دى به په خپله دفوځى کميسيون له لارې په دې برخه کې سخت عمليات پيل کړى . همداشان د بدخشان څخه په رارسيدلو رپوټونو کې ويل شوى چې په هغه ولايت کې هم دپخوا په پرتله دوه برابره زيات کوکنار خلکو کرلى دى . کروندګر وايې چې دوى د مجبوريت له لارې کوکنار کري . ",يو نيم ټن ترياک په باميانو کې وسوځول شول . 431,مېرخېل وردګ - ناروې," مېرخېل وردګ - ناروې  وړمه ورځ مي په بيلا بيلو خبري رسنيو کي د رمضان بشر دوست لخوا د پارلمان د ريس ، نايبانو او غړيو د تنخواوو او د قانوني لپارۀ د مرمۍ ضد د ګاډۍ ( موټر )  لپاره د کرزی امر چي ورکړی يې دی، خبر مي ولوست په ريښتيا چي ډير دردونکی خبر دی تر کله به د مظلوم او بيچاره افغان ولس سره دا ډول جفا کيږي . ګرانو هيوادوالو که هر څوک د يوه دردمند افغان په صفت د دوطن او مظلومو افغانا نو سره چي په ديرشو کلونو کي يې خپل ټول مادي او معنوي هستي له لاسه ورکړی او نن د يوې مړۍ ډوډۍ او د يوه خټين کورګي محتاج دي او هيڅ رڼا يې د خپل راتلونکي لپاره تر اوسه نه ده ليدلې، قضاوت وکړو نو هرو مرو به له کرزي صيب نه دا پوښتنه وکړو چي ته د يوه ولسمشر په توګه له د کړيدلي ولس سره دا جفا کوي او په يوه مياشت کي پرته له نورو لوژستيکي خرڅونو نه، ١٩٦٤٥٠٠٠ افغانۍ ته د پارلمان غړيو ته چي اکثريت يي د مظلومو افغانانو په وينو او قربانيو ميلونونه ډالر جمع کړي او  د هيڅ ډول نارو ا او ظلم نه يې مخ نه دی اړولی، ورکوي٠ ايا  هغه کونډي او رنډي په ياد لري چي هيڅوک نه لري او په يوه مړۍ ډوډۍ پسي هري نارو ا ته اړ دي, معيوبين چي د خپل قيمتي بدن غړي يې له لاسه ورکړي دي او نن هيڅ نه لري او د نورو د غاړي بار دی، هغه يتيمان چي په جګړو کي يې پلارونه له لاسه ورکړي او نن څوک نشته چي د ترحم لاس يې په سر راکاږي او دومره څه ورکړي چي د کوڅې او بازارونو له مزدورۍ خلاص شي . بيځايه به نه وي که د طالبانو يو مثالي کار چي د افغان سفارتکارانو تنخواوي يې په نيمايي کړي او ويلي وه چي عجيبه دا ده چي ډير ملايان غواړي به بهر کي سفارتکار شي دا خو تنخوا ډيره ده او له اړتياوي يې ډيره ده. نو اوس به هر څوک زيار کړي چي د پارلمان غړي شي ځکه لوی بزنيس دی او پاتي شو د خلکو خدمت هغه هسي هم يو خوب دی، ځکه چي مونږ ټول د پارلمان مشر او اکثريت غړي پيژنو. زه په خپل وار سره ،سره له دې چي د اداري فساد ډنډورې تر اسمانه جګي دي او خپله کرزي هم نن اعتراف کوي، وايم راشي چي لږ په غور سره ګام واخلو چي نور مو راتلونکی نسل ګرم نه کړي او دومره څه مو کړي وي چي پاک رب (ج)  مظلوم ملت او خپل وجدان ته سر ټيټی نه وه٠ د مثال په ډول که پرته له ترانسپورټي او لوژستيکي خرڅونو نه ټولو د پارلمان غړيو ته د دغه پيسو ٤٠% پيسې ورکړو نو مونږ په پاتي ٦٠% پيسو هره مياشت يو ښونځی يا کلينيک او داسي نوري وړې پروژې نه شو جوړولای ، فکر وکړی په ٥ کالونو کي څومره لاس ته راوړني ولرو,نو که دوی ريښتيا د خلکو وکيلان او مطلب يې د خلکو خدمت وي له د تنخواوو څخه به تير شي او په خپلو ګريوانو کي به سر ټيټ کړي او په ريښتيا به  خدمت ته مټي راونغاړي . زه په ريښتيا د بشردوست دا انساني او وجداني ګام په ځای بولم کاشکي دا ډول احساس له هر ا فغان سره پيدا شي هله به افغانستان اباد شي,او دا مي د ماليه له وزير نه او کرزي نه غوښتنه ده چي تاسو خلکو  او لوی رب (ج) ته ځواب ورکونکی ياست پريږدی دا د ملي مصالحت تر نامه لاندي معامله ګري چي د دې مظلوم ولس سره يې دا څلور کاله کاوه  تر څو به دا څو کسه بدمعاشان او ډاکوان چي ټول ولس ورسره يرغمل دی تر خپل څنګ ساتي کله يې په ټاکنو يو ځای ته رسوی او کله يې اوتومات د ملي مصالحت تر نامه لاندي يوه مقام ته ورسوي لږ فکر په کار دی په تيرو ٤ کالو کي مو څه وکړل له دغو جنابانو سره، ولي نور عالمان او کارپوهان نشته ،ايا صرف دا د ګوتو په شمېر څېرې دي چي نه سواد لري او نه د کار تجربه ، تر کله به زمونږ په سرنوشت دوی لوبي کوي .   ",د افغان مظلوم ولس د زړه فرياد 432, خادم کوچی -,"  خادم کوچی -  دپېړيو،پېړيودرباري واکمنۍدچلښت له امله دتل له پاره پښتوژبه له سترګواښ،نابودۍاوزموږټولنه له ستونزوسره مخامخ وه،نن هم زموږټولنه ډېرې ستونزې اوکړاونه په وړاندې لري،په ځانګري ډول په افغانستان کې دښوونې روزنې برخه ديادولووړده،دوګړيزوقوانينوله مخې ښوونه روزنه دهريوکوچني ياماشوم په ژوندپسې لومړنى حق ګڼل شوى دى،له دغه څه سره سره کوچنيانوته په خپله مورنۍ ژبه زده کړه ورکول هم يوه اړينه اوخامخادهغوى برخه اوحق ګڼل کېږي،خوله بده مرغه ترډېره ځايه اوپه ډېروځايونوکې له پښتوژبولوڼواوزامنوڅخه دغه برخه اوحق اخيستل شوى دى،ياپه يوه اوبله بانه، په يواوبل نوم،له يوې اوبلې لارې ددغوخلکودزده کړې په لارکې خنډونه اچول کېږي،دبېلګې په ډول ښوونځى نشته،ښوونکى نشته،کتاب نشته،دغه سيمه لرې پرته ده رسېدل ورته ګران دي،په وروستيوکلونوکې لاداچې ژوندموله ګواښ سره مخ کېږي اوداسې نورې ټګۍبرګۍ.... ددربارداداري پدل اواغېزپه مرسته په پښتني سيموکې په پښتنولوڼواوزامنوباندې دمورنۍژبې پرځاى نورې ژبې ورتپل شوې دي،دبلې ژبې ښوونکى اودبلې ژبې کتاب وراستول شوى دى،وګړيزوحقوقوته يې په سپکه سترګه کتل شوي دي اوله پښولاندې شوي دي. همدارنګه دراډيو،ټلويزيون،فلم اورسنيوله لارې له پښتوژبې سره داړوک،توپيراودوښنۍله مخې چلندشوىدى،دپښتنو لوڼواوزامنوته دتربيه تي چاروپه لارکې ستونزې،کړاونه،ايسارونه،پلمې،بانې اوداسې رنګونه رامنځته شوي دي چې زموږخلک اوژبه يې دنوروترپدل،اغېزاوغويمنډلاندې راوستلې ده اوداچې دخيال اوذهني خپلواکۍ له پلوه دغه ټولنه په بشپړډول ځپل شوې،ټکول شوې اويوه داسې ټولنه ترې جوړه چې ځينې ژبې په ډاډسره پرې همېشنۍواکمني کولى شي اوداچې واکمني ته به يې روا،اوپه ځاى کارويل کېږي. دافغانستان په ستروښارونوکې لومړني اومنځني ښوونځي شته چې ډېرښکولي،رنګين،وړنګاښ اوځلانده نومونه لري خوله بده مرغه پښتنولوڼواوزامنوته پکې خپله مورنۍژبه څوکاله وروسته ديوټيټ اولوېدلي مضمون په ډول ورښوودل کېږي،دافغانستان له ښوونځي اوپوهنتون څخه چې پښتوژبى زده کوونکى ووزي دغه ښاغلى يوټکى سمه پښتوژبه نه شي ليکلى له خپلې ژبې اوټولنې څخه دومره لرې تللى وي لکه:د دوراني کورنۍباباګان اوسرداران چې يوټکى پښتونه شي ويلى له خپلوخلکواوټولنې سره په ژباړه خبرې کوي،سرخوځونه اوخنداخوهسې هم دخبرومالګه بلل کېږي چې دخلکوترمنځ کېږي. دهمدغې ستونزې دپېژندلواودرک له مخې يوشمېردهيواداوخلکوخواخوږو درنومشرانو اودستاينې وړځوانانو دستونزوداواري،له منځه وړلواودزده کړې دحقونودلاسته راوړلوله پاره ديوپوهاوي په مرسته دخپلو خلکوپه سلګونوهغه غوښتنليکونه راټول کړل چې دافغانستان په ستروښارونواوپښتون ميشتوسيموکې دپښتوژبې ښوونځيو،پښتوکتابونواوښوونکوغوښتنه پکې شوې ده،دهلوځلو،منډوترړواواړيکوټينګولوپه ترڅ کې دغه خلک دپوهنې له وزيرښاغلي قرقين سره کېناستل.  له ښه مرغه دپوهنې وزيردخپلوخلکوله ستونزې څخه خپل ځان خبروباله دخپلوخبروپه ترڅ کې يې دخپلوخلکواوپوهنې په لارکې درې ستونزې په ګوته کړې:  لومړۍ:يوه ستونزه يې داوګڼله چې زموږډېرولوڼواوزامنوله هيوادڅخه دباندې زده کړې کړې دي،هيوادته دراتلوپه وخت کې بايدله هغوى سره څه ډول مرسته وشي.؟؟  دويم:څه ډول به دپوهنې وزارت وکولى شي چې دهيوادټولو،لوڼواوزامنوته په مورنۍژبه زده کړه يادزده کړې حق ورکول شي.؟؟  دريم:په افغانستان کې بايدخلکوته ديوډول خپلواکه ښوونځيودجوړولوحق ورکول شي.!!!  همداډول دپوهنې وزيرخپل انداوهوډښکاره کړويل سرله همدغه نن څخه که څوک وغواړي چې دخپلوخلکودلوڼواوزامنوله پاره ځاني ښوونځي جوړکړي دپوهنې وزارت ورته دکارکولوحق ورکوي.!!  داچې دافغانستان په ستروښارونواوشته ښوونځيوکې زموږدهيوادوالو،لوڼواوزامنوته په مورنۍژبه زده کړه ورکول شي ښه به داوي چې په هريوښوونځي کې څوکسيزټولګي جوړکړل شي دټاکلې شمېرې له مخې به ورته کتاب اوښوونکي زده کړه ورکوي.!!  دجرګګۍدغړوله خوادهغه خبرې دستاينې وړوبلل شوې،په کاري ډول دکوم ګام پورته کولوپه برخه کې پوښتنې وشوې.؟؟  دپوهنې وزيرژمنه وکړه چې دغه کاراوخدمت دخپل ځان له پاره يوتاريخي وياړبولي اوخامخابه يې کوي اوداچې دخپلوخلکوترمنځ توپيرنه کوي هيڅ يوافغان په نوروباندې لوړوالى نه لري دهيواد،ټولولوڼواوزامنوته به په مورنۍژبه زده کړه اودزده کړې حق ورکول کېږي.  دپوهنې وزيرز ياته کړه ډېرژربه ددغه ډول ستونزودلرې کولواوديوې متوازنې پوهنې دغوړېدنې له پاره دنړۍاوافغان دپوهانوپه کچه يوه څوورځنۍغونډه ياسمينارجوړکړل شي ددغوپوهانود لارښوونوپه رڼاکې به دراتلونکي ښوونيزياتعليمي کال له پيل سره سم به دهيواد،لوڼواوزامنوته په مورنۍژبه کتاب،ښوونکى اوپه ښوونځي کې ټولګى ورکول شي.  اوس څوخبرې دي چې زموږپه ټولنه ياپه ځانګري ډول په پښتنومشرانواوکشرانوپورې اړه پيداکوي . يوه ـــ دنړۍپه هرځاى کې چې وي بايددپوهنې دوزارت ددغې غونډې ياسمينارله جوړېدلوڅخه دې خپل ځان اوخپل خلک خبرکړي که دچاله پاره شونې وي بايدپه غونډه کې برخه واخلي.  دويم ــــ داچې کلونه،کلونه له پښتوژبې سره توپيري چلند شوى دى، سمه پرځاى پاملرنه نه ده ورته شوې،دهيوادپه اداري چاروکې زموږخلک اوژبه رټل شوې ده،په ذهني او کاري ډول زموږټولنه ټکول شوې ده له پښتوژبې څخه لرې اوپردۍشوې ده،دنوروژبوپه پرتله ددغې لرغونې اوپراخه ژبې په اړوند بېباوري رامنځته شوې ده،زموږدټولنې هريوغړى دنده لري ترڅوخپل خلک په دغه څه باندې باوري کړي چې دوګړيزې نړۍدټولوپوهنودزده کړې له پاره ستاسودلوڼواوزامنو مورنۍژبه ديوې کيلي يا کونجي ځاى لري که غواړئ چې خپلولوڼواوزامنوته رغنده زده کړه ورکړئ نولومړى خپله مورنۍژبه پرې زده کړئ دخپلې ژبې په مرسته خپل ارزښتونه پرې وپېژنئ دخپلې ژبې په مرسته دنړۍپوهنيزچاپېريال ته ورننه وزئ.  درېيم ــــ زموږدټولنې هغه خلک ديادونې اوننګونې وړدي چې دخپلوخلکولوڼواوزامنوته په مورنۍژبه دزده کړې ارمان ولري هغوئ کولى شي چې دپوهنې له وزارت سره دپوهاوي له لارې دښوونځي دجوړولوحق ترلاسه کړي اوچېرته يې چې زړه وغواړي دخپلوخلکودزده کړې له پاره ښوونځي جوړکړي،له دغه څه سره سره ځينې خلک کولى شي چې خپله پانګه دزده کړې په دغه سپېڅلې لاره اوخدمت کې ولګوي دنوي وخت له غوښتنوسره سم ښوونځي جوړکړي اودپيسوپه بدل کې د خپلوخلکولوڼواوزامنوته رغنده زده کړه ورکړي هم به يې پيسې ګټلې وي اوهم به يې خپل خلک لوستي وي.  ",پرېږدی ماشومان په مورنۍ ژبه زده کړه وکړي 433,حقمل," نامعلومو کسانو نن سهار وختى دکندهار ښار د ميرويس نيکه پر سيمه کې د نجونو پر يو ښوونځى د لاسى بمونو بريد کړى دى ،چې مرګ او ژوبله يې نه ده رامينځ کړې . يوازې يې دودانۍ کړکۍ ، دروازو او شيشوته يو څه زيان اړولى دى . پوليسو په دې اړوند څوک نه دى نيولى . ",د نجونو په يو ښوونځۍ د لاسى بمونو بريد شوىدى. 434,حقمل," د ښار جوړولو وزير انجينير پشتون د زورواکو له خوا په دولتى ځمکو او ملکيتونو باندې خيټه اچول په هېواد کې يوه مهمه ستونزه وبلله ، او زياته کړه چې حل يې وخت غواړى .ډه تولو هغو کسانو ته چې په زور سره يې ددولت ملکيتونه تر خپلې ولکې لاندې راوستلى خبردارۍ ورکړ ، چې دوه يا درى کاله وروسته به حتمې له دغو کسانو څخه ددولت ځمکې او ملکيتونه بيرته اخيستل کيږى . په تيرو دريو لسيزو کې په هېواد کې په لوړه کچه دولتى ځمکې او ملکيتونه د يو شمير زورواکو له خوا غصب شوى دى ، چې دا لړۍ لا هم په ځينو سيمو کې روانه ده. له بلې خوا پر ښخصى ملکيتونو هم تر ډيره بريد ه د زورواکو او وسله والو له خواتيرى شوى دى ، او په جعلى اسنادو او قبالو سره يې د ډير شمير وګړو کورونه تر خپلې ولکې لاندې راوستلى دى . ",له زورواکوڅخه به دولتىځمکې بيرته واخيستل شى 435,حقمل," د ماين د چاودنې په پېښه کې چې د کنړ ولايت د څوکۍ په ولسوالى کې د امريکايى عسکرو د ګزمې په وخت کې رامينځ ته شوه يو امريکايى او يو افغان سرتيرى وژل شوى او دوه تنه امريکايى سرتيرى ژوبل شوى دى . په دغه چاودنه کې د امريکايانو يو فوځى ګاډى هم ويجاړ شوى دى . د کنړ ولايت يو امنيتى چارواکى وويل چې د پېشې په اړوند يې پلټنې پيل کړى دى .اوس مهال امريکا په افغانستان کې څه ناڅه ١٩٠٠٠ سرتيرى لرى . ",يو امريکايى او يو افغان سرتيرى په کنړکې مړه شول 436,," ", 437,حبيب اله غمخور," حبيب اله غمخور2005,12.28 هغه وخت چي ديوه ترهگريزبريد په پايله کښي دامريکا دمتحده ايالاتو دنړيوال تجارت ماڼۍ راولوېده ،امريکا سمدلاسه دطالبانو دنظام دړنگولو او په افغانستان کښې دنړيوال تروريزم دسازمان دجرړو دايستلو تر څنگ افغانستان ته دديموکراسۍ او اجتماعي عدالت دصادرولو هوډ هم وکړ .دبن کنفرانس داير شو اوهلته نړيوالوپه افغانستان کښي دخپلو پلويانو سره دڅلورومهمو دندو تر سره کولو پريکړه وکړه؛ دبن دکنفرانس پريکړې دنړيوالواو افغانانو دخبرتيا لپاره دجهان په ټولو مطبوعاتو کې نشرشوې .افغانانو چې له جگړي ،او هره ورځ په يوه اوبل نامه دوژني نه ستړي شوې وه، او له بلې خوا يې د مجاهدينو اوطالبانودهغه واک مزه چي تر يو ميليون زياتو انسانانو دهغه دڅه کلو لپاره خوږ ژوند دلاسه ورکړۍ و هم څکلې وه لکه په اصطلاح دمجاهدينو دحکومت نارواوو ،ظلم او سپکاويو چې افغانان دطالبانو رژيم منلو ته وهڅول ،او بياطالبانو هم داولس داسي وزوراوه چې دهيواد دنجات په خاطريې پر خپله خاوره د پردوتجاوزته غاړه کښېښودل . که څه هم امريکايانو يو ځل بيادهغو په وسيله دمؤقتي اداري دجوړولو تکل وکړ کوم چې ولس ځيني بيزار واو له هغونه يې نفرت درلود خو بيا هم داسي فکر کيده چې ممکن دايو تاکتيک وي . مگرمتاسفانه امريکا تر اوسه هم غواړې دهغو په وسيله دموکراسی پلې کړې کوم چې دخپل موجوديت په ټول دوران کښې يې ددموکراسۍ سره علنأ مخالفت کړيدۍ .څلور کاله دسترگو په رپ کي تير شول ، خوداسي تير شول چي افغانان دهغه نه کومه داسي خاطره چي څوک دي ورباندي فخر وکړي نه لري ،پر ټولو کړو وعدو سربيره تر اوسه هر څه پرخپل ځاي پاته دي کله کله چارواکي پر خپلو درغليو نوي پردي اچوي اوبس .يوشمير پسله طالبانو دددوو لويو جرگو دايرېدل ستر برۍ بولې اويااساسي قانون په گوته کوي ،پدې ورستيو کي دملي شورا تر ټاکنواو دپارلمان دکار نه وروسته خو په زيات افتخار سره ددداسي تاريخي بريو خبري کوي چې بديل يي زموږ دهيواد په تاريخ کي نه منې . دا دهرچاحق دۍ ،مگر بهتره او عادلانه داده چي هر څه پخپل نامه ونومول شې .امريکا ،انگليستان او ورسره نوروهيوادودبن تر کنفرانس وروسته دافغان ولس سره دداسي کارونو دتر سره کولو دژمنو تبليغ شروع کړ چي په خپله افغانان هيران شول ؟ څه پېښه شوه چې يودم داټول پر موږ دومره مهربان شول؟ سره لدې چې په حقيقت کښي امريکا دافغانستان دسياسي حالاتوپه اړونددخپلوپخوا نيو کړونو کړنو په پايلو هم پوره پوه شوې وه ؛يو په بل پسې دافغانستان سره دمرستو نړيوال کنفرانسونه جوړ شول هره ورځ په لسهاوو هئيتونه کابل او دهيوادنوروښاروته راروان شول ،دپخواني شوري اتحادپه شان يو ځل بيا ولايتونه پر هيوادو وويشل شول دبياجوړوني تر نامه لاندي نړيوال پروگرام طرحه او اعلان شو. مؤقتي اداره په عبوري او عبوري په دايمي اداره بدله شول ،پسله يوي لسيزي افغانستان بيا داساسي قانون ،او پسله 13کالو دملي شورا څښتن شو .پر ټولو اينکارنه مننونکو درغليو او ډوکه بازيو بيا هم داچې په ملک کښي قانون نه وې ،يادپارلمان دنامه درک نه وې او پرټولو سربيره بيله دې نه چې دچاخوښه وي او کنه واک ترلاسه کېږي ښه داوه چې په افغانستان کې دولسمشرۍ لپاره ټاکني وشوې . دلسمشرۍ لپاره دټاکنو دودله بده مرمرغه زموږ په هيوادکې نه و،دليل يې داو چې لومړۍ زموږ په هيوادکي شاهي رژيمونه وه چي واک ورته دميراث له مخي انتقالېده اوتر هغه راوروسته دوسله والوپاڅونونو،او بيادبهرنيانو په بربنډو مداخلو او دواک پر گدۍ دخپلوپلويانود کښينولو عنعنه او پروسه شروع شول ،که څه هم اوسنۍ ولسمشر دامريکا اونوروبهرنيو هيوادو په مرسته دمؤقتي او بيا عبوري اداري اوتر هگه وروسته ټاکل شوۍ ولسمشر وټاکل شو،چې په طبعي توگه په دغسي هيوادوکښې لکه افغانستان کله چې ددولتي واک څښتن ځان دوباره هغي څوکۍ ته چې لرې يې ځان کانديد کړي دناکامۍ چانس يي ډير کم دۍ ،زموږ افغانانو لپاره دا(( داوړو پزه اېښودل )) هم يو غنيمت ؤ ،خلکو په خوشحالۍ دولسمشرۍ په ټاکنو کې برخه واخيستل دکرزي صاحب دښه بخته له مخي داسي سيالان يي درلودل چي ولس په طبعي شکل بيله دنه بل چاته رايه نشوه ورکولاي برياليتوب تر لاسه کړ او تر هغه وروسته يي خلکو ته دنرمو او چربو کړنو وعدي ورکړې ، و لې وعدي لکه دبل هر چارواکي دوعدو ورکونکې هيرې شوې او افغانانو هم دداشان وعدو سره چې پلي کول يې خوب او خيالدۍ عادت کړۍ دۍ .زه نه وايم چې په دغو څلوروکلو کي هيڅ نه دې شوي مگر افغانانو ته دقناعت وړ ځکه نه دي ، چې يوخو پر دغو تر سره شوکارو په ميليارډوډالرو دلگېدو خبري هر ورځ يادېږې او له بلي خوا پدې ورستيو کښي يعني تر دوهمې نړېوالي جگړې راوروسته دالومړۍ ځل دۍ چې بهرنيانولخوا ديوه هيوادوگړوته ددوي دوطن د جوړولو او هلته ددموکراسۍ دپلې کولو ژمني ورکول کيږې . اوس افغانان په خپلو کې سره وايي داکوم نيم بنده کارونه چې شوي دا دبهرنيانو دمالي ،مادي او مستقيم گډون برکت دۍ ،که يې داټول کارونه لکه دولت خپلو افغاني پلايانو ته پرې ايښي واي فکر نه کيږي چې کوم کار دي تر سره شوۍ واي ،ځکه همدا اوس چې دپيسو ورکوونکی په افغانستان کې دننه هر څه کله نا کله څارې دغه حال دۍکه دوي نه واي خداي خبر چې يوه خښته به پر بله ايښودل شوي واي ؛ لکه همدا اوس چې له کورنۍ جگړي نه راپاته هغه خرابۍ چې بايد دولت يي جوړې کړې پر خپل ځاي پاته دي زموږ دولتي چاواکي دبهرنيو کمپنيو او خصوصې پانگوالو دپانگي اچوني او يا بلند مزله تعمير په تبليغاتو ځانوته دفرار لار پيداکوي . ځکه دوي په دې ښه پوهيږې چې اوس له افغانان څخه دحاکمانو سره دسپيناوۍ جرات اخيستل شوۍ دۍ .په هرصورت تر اوسه دبهرنيو بې شماره مرستو او پورو سره سره دومره ناخوالي شته چې کتابونه پرې ليکل کيږې ،اوس مي دليکنې موخه دملي شورا تر ټاکنو وروسته دملت نماينده گانو ته دمعاش دټاکلو خبر څيړل وه چې همدا لهظه دامريکا ږغ راډيو لخوا يې دولسمشر له طرفه دتصويب خبر خپورشو .چې تکرار يي ونه ليکم دبي بي سي نه ليکل سوۍ خبر دلته راخلم : د ولسي جرگې غړو ته معاشونه و ټاکل شول .د ولسي جرگې د ريس لپاره په مياشت کې 17500افغانۍ چې د 3500 امريکايي ډالرو سره برابرې دي ټاکل شوي ، دمرستيالانو لپاره يې 75000 افغانۍ چې 1500 ډالره کيږي او د هر منشي لپاره 65000 افغانۍ او د نورو غړو لپاره 55000 افغانۍ چې 1100 امريکايي ډالره کيږي ټاکل شوي دي . دادۍ دملت دنماينده گانو مياشتنۍ معاش چې دافغانستان له هغي بودجې څخه به دوي ته ورکول کيږي کوم چې که رښتيا وويل سې نژدي نوې په سلو کښي له بهره تمويليږې . اوس بايد ولس پوه شي چي دڅه لپاره سيالۍ ،تربگنۍ ،وژل ،ټکول ،تهديدونه ،درغلۍ ،په رايو کښي دانتخاباتو دکميسيون غړوته رشوت ورکول ،يا هغوي په مرگ تهديدول موجود و ؟کله کله خلکو په ډاگه ويل چې درايو دکارتو نه ډک صندوقونه باغچواو بانډو ته وړل سوی او هلته چې زړه يي غوښتي هغه کار تر سره شوۍ دۍ . رايي غلا سوی په شميرلوکې دبل په گټه رايي شميرل شوي دي ، خو اړونده چارواکو پر دغو ټولو سترگې پټولې .دا هغه واقيعتونه دي چي په نړيوالو مطبواعاتو کښې يي انعکاسات موندلي دې ،که په افغانستان کې چا دانتخاباتو ددرغليو په هکله کوم څه ويلې اويا يي هلته څه ليکلې ټول په خبر دي چې هغه دبل کانديد لخوادخپل دولتي او پوځي قدرت په تناسب تهديد شوۍ دی . پدې باورلرم چې دا وخت ژر يا وروسته راتلونکۍ دی چي دتيرو پارلماني ټاکنو په هکله به ټول هغه واقيعتونه او فاکټونه راوسپړل شي چې اوس يې څوک فکر هم نه کوې او يايې دسپړلو جرات نشي کولاي . زه پردغه موضوع اوس څه نه ليکم چي په سلو کې څوتنو په رښتيا سره دخلکو په رايه بيله کومي درغلۍ او ډوکه بازيو پارلمان ته لار موندلې ده ،يا داچې دنړيوالو مطبوعاتو دخپارشوو معلوماتو پر اساس چې په طبعي شکل دبشر دحقوقو دنړېوالو سازمانو اود خپلو څيړنو پر بنياديې ځيني مسايل تر اوسه خپاره کړيدي ، هغوي ليکې چې 60 په سلو کې جنگسالارو او هغو چي داوطن يي تر دغه سرحده وران کړۍ دی اودبشردحقونو څخه په تيري او جنگې جنايتونو متهم دې پارلمان ته لار موندلې ده . مگر اوس شپه او ورځ دولسمشر نه نيولې ټول دولتي چارواکي تبليغات کوي چي مجرم مجرم دۍ بايد قانون او عدالت حاکم وي . ولې حقيقت خو دادۍهغه چې بيوزله دۍ او جنگې دله ټپله نلري هغه محاکمې ته کشول کيږي ، اوهغه ته چي تر اوسه هم په همدغه دولس دارادې خلاف لار روان دۍ دولتي جگ مقامونه دملې مصلحت په دروغجن نامه ورکول کيږې . داهغه معلوم کسان چې ولس يي دمحاکمي غوښتنه لري ولې دولت او ولسمشرځکه څه نشي ورته ويلاي چې هغوي تر اوسه په زرهاوو په وسلوبار کسان او په لسهاو به دوسلو ډيپوگان ولري ،ځکه ددولت نطاقان او پر حقيقت سترگې پټوونکې دابهانې تراشي چې اوس ددغو مسلو دڅيړلو وخت نه دۍ ،که دولت دجنگي متهمينو او دبشر پر حقوقو دتيري کونکو دوسيې رااخلې هغوي امنيت په خطر کي اچوي . ولې ددې کار پايله به داوي چې دا جنگسالار به خپل ټول قوت په هر شکل چې وي ساتې ،په دولت کښي به ځانته غوښن ځاي پيداکوي ،پارلمان به په خپلو منگولو کې نسي او دهيروئينو قاچاق به په يوه او بله بڼه پر مخ بيايې . زه دامريکا دمتحده ايالاتو دسفير له ننۍ هغي وينا سره چې دآزادۍ په راډيو کې نشر شول موافق يم چې وايي : زه فکر کوم چي طالبان اوس زيات توان نه لري او ....زما په نظر دافغانستان راتلونکۍ واقعي دښمن يو ضعيف حکومت دۍ . حقيقت هم دادۍ چې همدا اوس ديوه ضعيف حکومت دجوړېدو اوپه هغه کښي دجنگسالارو او بنيادگرو ،قومې ،مذهبي او ژبني بې اتفاقيو اچونکو ماهران ځاي پر ځاي کېږي .که دغه مصلحتونه او دملي گټو خلاف جوړجاړۍ روان وي په دي بايد ټول باور ولرې چې ديوه غښتلی مرکزي حکمت جوړول به ناشونۍ او ستونځمن کار وې . ځکه داسي ښکارې هر څه دهغه چا پلاس کښي دي چي دهغه پر ضد کارول يي منطقي نه برېښې . ددوي تلاښ ددې لپاره و چي په حکومت اوپارلمان کې غوښن ځاي ولري تر څو وکولاي شې هر څه په خپله گټه او خپله خوښه وڅرخوې .لومړۍ بيلگه يې دوکيل صاحبانو لپاره دداسي لوړ معاش ټاکل دی چي په تاريخ کښې يې سارۍ نه ليدل کيږي .البته زما ټول وکيل صاحب ځکه هدف نه دي چي ممکن يوڅو دگوتو په شمار وکيل صاحبان رښتيا هم زيات مالي توان ونه لري خواوس په يوه حساب پارلمان ته راغلې دې ،مگر تر کومه ځايه چې اورېدل کيږي غوڅ اکثريت وکيلان غريب نه دي ،په لسهاو زره ډالره يي مصرف کړه تر څو پارلمان ته راشي ،ځکه اوس ورته دامعاش نورهم لږ ښکارې او دابهانه کوي چي دوي گويادخپلو مؤکلينو سره ناسته پاسته لرې ځکه يي مصرف زيات او معاش لږدۍ ؛ خو داخبره دمنلو وړ ځکه نه ده که معاش رښتيا هم لږ دۍ کيداي داسي هغه وکيل صاحب چې دامعاش ورته لږ ښکاري پخپل ځاي هغه چاته پرېږدي چې ددغه ټاکل شوي معاش په نيمايي به په زياته خوښۍ دشوراوکالت قبول کړي . دملت استازي دابايد هيره نکړې چې ددوي ديوې مياشتي معاش ديوه عادي افغان مامورددوکالود معاش سره برابر دۍ ،او دا بيچاره مامور هم لکه بل هر افغان په کور کښې اوه اته تنه ډوډۍ خواره لرې .نه پوهيږو چي ولسمشر پر دغه سربيره چې يو شمير هغو کسانو ته يې چي دولس تر پوښتنو او گروېږنو لاندي وه پارلمان ته دلاري پيداکولو سربيره ددوي لپاره داسي لوړ معاش چې په اورېدو يې هر افغان حيران پاته کيږي د سياسي رشوت په بڼه وټاکه او که بله کومه خبره وه؟ دادومره پيسې چي يوازي ددوي معاش دۍ ،ددفترو ،سفرو ،ليدنو کتنو او نورو رنگارنگ لگښتونو دمصارفو خبر لاتر اوسه نه دۍ خپور شوۍ چې هغه به په کومه کچه ټاکل شوي وې ؟ که څه هم اعلان وشو چي په دغه معاش کي دکور کرايه ،دتليفون او دترانسپورت لگښت شامل دی ، خودداسي دلايلو په ويلو سره دانسان سره بې شماره سوالونه پيداکيږي چي زه به يې دبېلگې په توگه څومطرح کړم :۱/ هغه وکيلان چي په کابل او کابل شاوخو اکښي کورونه لري او همدا اوس پکښي اوسې هغوي چاته اودکوم کور کرايه ورکوي ؟۲/ نسوه کيداي کارته دوړلو او راوړلو په خاطر ميني بوسونه رانيول سوې واي او هغه گمارل شوي واي چي دوي شوراته راوړې او ماذديگر يې بيا بيرته کورونو ته ورسوې . دا رانيول سوی ميني بسونه به څو دوري دپارلمان په خدمت کښې واې .۳/ که کوم وکيل صاحب دورځي په جريان کي د شخصي کارولپاره ځې داددهغه ستونځه ده ،ملت ولې دهغه دشخصي کارو دسرته رسولو دمصرف پېټۍ پر اوږويوسې؟۴/ که وکيل صاحب دخپل کوم مؤکيل سره کوم دولتي دفتر چې که ددغه بيچاره هلته کار بند دۍ ځې ،که دهغه څخه دنورلگښتونوغوښتنه ونسې افغانان دومره غيرتې خلک دې چي تل يي وکيل صاحبان دخپلوکارو دخلاصولو لپاره ترانسپورټي لگښتونه پر غاړه اخيستي دې ، دا وکيل صاحبان هم له هغوپخوانيو نه بېلېداي نشي .۵/ په پښتو کې يو متل دۍ وايي : ((څوک چې پيلان کوې دروازي دي لوړې ږدي )) هغه کسان چې غواړې وکيلان شي او تل ولس ته دخدمت ډبره پر ټټر وټکوې بايد لږ او ډير لگښتونه پر غاړه واخلي ،که څه هم زه اوس ددغو لگښتو دحقيقي لگښت په هکله ديو لړعيني دلايلو له مخې څه نشم ليکلاي ،کله چې يې وخت راغلۍ داسوال به هم خپل ځواب پيداکړې بايد په خپلو امکاناتو دخپلو مؤکيلينو سره دمرستي لپاره ودانگې .۶/ که همد لهظه يوازي دملي شورا دغړو معاش وسنجووداسي عدد په لاس راځي : دملي شورا دټولو غړو معاش له رئېسه تر عادي وکيله دکاله تقريبأ (( 4714800 )) ډالره کيږي .داپه داسي حال کي چي ديوه عادي مامور معاش په مياشت کي تر 70وډالرو نه لوړېږي يعني په کال کې 840ډالره اوکه دهغه چا چې دهغوي دقربانۍ په برکت يو شمير ښاغلو پارلمان ته لار پيداکړې يعني معيوبينو او معلولينو معاش چې دمياشتي تر 10او يا 20ډالرو نه اېضافه کيږي پر تله شي نو ديوه سالم عقل دخاوند سره داسوال پيداکيږي چې زموږ وکيل صاحبان دکوم ملت استازې دی ؟دهغه چې هغوي دلوږي مری ؟ او دوي بايد دهغو داستازوپه بهانه په کال کې په متوسطه توگه چې ټول سهولتونه په نظر کې ونيول شي 15زره ډالر عايد ولري ؟ ولي هغه چې دا کسان يې خپل استازي ټاکلي ، چې يوه کټگوری يې په دولتي کارو مصروف دي او دولت بيله هغوي نه کوم مفهوم نلري په کال کښې له 720 نه تر 840 ډالرو کلنۍ عايد لرې او دهغو چې خپل ژوند يي تر دغويو شميرکسانو چې پارلمان ته راغلی قربان کړۍ او کلنۍ عايديې 120او 240 ډالرو تر منځ دۍ .هغه خبره ده کله چې داډول کسان دولس نه رايه تر لاسه کوي وايي زه ستاسو نوکر او خدمتگاريم کله چې واک ته ورسيدل بيا دا بادارنوکر او نوکر داسي بادارشي چې ورسره دخبرو کولووخت نه پيداکيږې .وړانديز : ۱/ که په رښتيا سره دملي شورا غړي ځانونه دوسل استازي بولې لومړۍ دهيواددهغو ناخوالوپه هکله بايد فکر وکړې کوم چې حل کول يې دلومړيتوب حق لري .۲/ هغه يو شمير کسان چې پارلمان ته لاره پيداکول يې دخلکو سره سوال دۍ دا وايي چې اوس به دوي خپل ځانونه په عمل کې ثابت کړې چې دوسل او هيواد سره مينه لرې او په رښتيا غواړي وطن ته خدمت وکړې لازمه ده چې ديوه افغان په توگه تر دومره لوړ معاش او دماليې دوزارت اويا بل کوم مقام دسياسي رشوت اخيستلونه ډده وکړي ،ځکه بيله نورو لگښتونو دپارلمان دغړو ديوکال په معاش کيداي شي داسي يوه فابريکه جوړه شي چې هلته به تر دريو سوو زيات کارگران کار تر لاسه کړي او دتل لپاره به دهيواد په ملي پانگه کښي ديوي گټوري مؤسسې په توگه دافغان ولس دگټې اخيستنې لويه منبع وې .ولس ته خدمت په خبرو اوشعارو په حقيقت کښې دهغوي دغولونو معنا لري ، دولس رښتيانۍ دوست او خدمتگار هغه څوک دۍ چې په مادي او معنوي لحاظ يې دخپل ملت دښيرازۍ په لاره کښې قرباني ورکړه .دداسي ډبلو معاشو ،لکسواو بېشميره امکاناتو خاوندان نشي کولاي ووايي چې دوي دهغه ولس استازي دې کوم چې اوس له يخنۍ نه او په اوړې کښې له گرمۍ نه خپل خوږژوند دبې کورۍ او وزگارۍ په خاطر له لاسه ورکوې . يو دلوږې او غريبۍ په اساس دمريضۍ نه شکايت کوي او بل دزياتو او لکسو خوړو دخوړلونه .هيوادوالو اوس تاسو قضاوت وکړۍ چې دحه پر سره جگړه ده؟ پدې هيله چي ملي او انساني احساس زموږ ټولو افغانانو وجدان نا ارامه نکړې . ",اوس پوه شوې چې دڅه پرسرجگړه ده ؟ 438,حقمل," د افغانستان د ملى شورا په تيرژوند کې چې ټول ټال تر نن پورې لس ورځې کيږى د بحث وړ جنجالي او اوږدو خبرو د ولسى جرګې کړنې او کارونه له يو شمير غبرګونوو او نيوکو سره مخامخ کړى دى . دولسى جرګې پرونۍ غونډه يوازې د يوې حقمل - کابل د افغانستان د ملى شورا په تيرژوند کې چې ټول ټال تر نن پورې لس ورځې کيږى د بحث وړ جنجالي او اوږدو خبرو د ولسى جرګې کړنې او کارونه له يو شمير غبرګونوو او نيوکو سره مخامخ کړى دى . دولسى جرګې پرونۍ غونډه يوازې د يوې مادې پر دوو بندونو په اوږدو ناندريواو سرخوږيوسره تيره شوه .د ولسى جرګې په پنځه ورځنى کارى ژوند کې ددغې جرګې مشرتابه او غړى يوازې وتوانيدل چې د ګړنلارې پر ١٣ ماد و جوړ جاړۍ وکړى .د ولسى جرګې کړنلاره ټول ټال ٢٠ فصلونه او ١١٢ مادى لري .په پرونۍ غونډه کې له ډيرو اوږدو بحثونو اوتودو خبرو دوى پر دې سلا شول چې پارلماني ډلې د سيمه ايزو، قامى ،مذهبى ،شخصى او ژبنيو ګټو پر بنسټ نه شى جوړيداى او له سياسى ملحوظاتو څخه بايد لرې وي .داسې وړانديزونه هم وو هغه پارلمانى ډلې چې رامينځ کيږى دوه دريمه برخه يې بايد د يوقام څخه نه وى ، مګر د ولسى جرګې دغړو او ناستې دننه داسې هڅې له ورايه ترسترګو کيدې چې د همدغو تعصوبونوپر بنسټونو ډلې د جوړيدو په حال کې وې او د غړو ترمينځ ژور اختلافونه له ورايه بريښدل . له بل لورې د ولسى جرګې مشر يونس قانونى پرون وويل ،چې ځينې موسسات د پارلمان په چارو کې مداخله کوى ،ان تردې پورې چې ځينې استازو ته د مرګ ګواښونه شوى دى ، ده د دغه موِضوع د جزياتو له ويلو څخه ډډه وکړه خو زياته يې کړه چې ډير ژر به پرې بحث وکړى .د ولسى جرګې غړې ميرمن مبارز بيا د ولسى جرګې مديريت کمزورى وباله او دپارلمان د مشرتابه دجدى چلند غوښتنه يې درلوده . دولسى جرګې يوې بلې غړې قدريې يزدان پرست پرته له دې چې دهېوادونو او موسساتو نومونه واخلى وويل چې د سيمې او ګاونډى هېوادونه او ځينې موسسات په پارلمان کې د خپلو ګټو دتامين په موخه مداخله کوى اويو اړخيزه عمل کوى . د ولسى جرګې بل غړى رمضان بشردوست بيا وايې چې پارلمان د افغانستان دواقعيتونو ښکارندوى نه دى . دى د ملى شورا دمشرتابه اوغړو دمياشتنى تنخواسره توافق نه لري او وايې چې لومړۍ بايد د غربى او جنګى شاهزاده ګاتو او بهرنيو سلاکارنو تنخوا راټيټه شى او وروسته وکيلان خپلو ځانو ته داسې تنخوا وټاکى چې د افغانى ټولنې د شرايطو سره سمون ولري ،ځکه د خلکو استازى بايد د خلکوهينداره وى .مګر يو شمير نور بيا د بشردوست له خبرو سره هم غږى نه دى اواو سنۍ تنخواې کمې بولى . د ولسى جرګې يو بل غړۍ داکتر کبير رنجبر په دې عقيده دى چې د پارلمان ٩٠ فيصده غړى تنخوا ته اړتيا نه لري اودغه پيسې بايدد يتيم خانو او اړو کسانو په پته واستول شي .رنجبر ديوې معقولې تنخوا پلوى دى او وايې چې دتنخوا کموالۍ به د استازو په مينځ کې فساد ډير کړى . د ملى شورا دموقتې دارلانشا مشر لودين وايى په مياشتنۍ تنخوا کې د هروکيل دکور کرايه ،د ټلفون،خوراک او دموټر د تيلو لګښت او خرڅه هم په پام کې نيول شوې ده . دې داډول خوږو او ترخو خبرونو ترڅنګ دوکيلانوتر غوږو پورې د خوښۍ يو شمير نور په زړه پورې خبرونه هم رسيږى هغه داچې ملګرو ملتونو د وکيلان له پاره د ( سيل) برنامه او پروګرام لرى چې د هغې له مخې به يوشمير وکيلان د نړۍ له پارلمانو څخه ليدنه وکړى او د همدغه پروګرام له مخې به وکيلانو ته دانګريزى ژبې او کمپيوتر د زده کړې کورسونه هم جوړشى . له دې سره سم د بشرى حقونو دخپلواک کميسيون مشرې سيما ثمر يو ځل بياپه ملى شورا کې د يو شمير جګړه مارانو او دبشري حقونو دسرغړونکو په شتون باندې د خپلو پخوانيو نيوکو ياد تازه کړ او زياته يې کړه چې دټاکنودقانون دنشتوالې او مکانيزم له امله دا ډول کسانو ملى شورا ته لار پيدا کړه او دوى به د جرم د تثبيت په وخت کې خلاص والۍ ونه لري . سيماثمر د يو شمير واليانو او د دولت په نورڅوکيو کې دبشرى حقونو د سرغړونکود شتون خبره هم وکړه . ",په ولسي جرګه کې څه تيريږي . 439,حقمل," د خلکو د اسلامى وحدت ګوند پريکړه کړى چې د اپوزيسيون له ډلې څخه ووزى .ددغه ګوند مشر او دولسى جرګې غړى استاد محقق خبرى رسنيو ته وويل چې له وتو وروسته به خپلې دوستانه او ښې اړيکې له اپوزيسيون سره ساتې ، خو نه غواړى نور يې ګوند په اپوزيسيون کې کډون ولري . د اپوزيسيون مشرى يونس قانونى کوله .د ولسې جرګې د رييس د ټاکنو پر مهال استاد محقق د استاد سياف او استاد ربانى د يونس قانونى په ګټه له خپل کانديتوب څخه تير شول .يونس قانونى د ولسى جرګې د مشرتوب د څوکۍ ترلاسه کولو وروسته وويل چې نور به د اپوزيسيون مشرتوب ونه کړى . محقق داهم ويلى چې په اپوزيسيون کې ژبنى او سمتى کړۍ شته او په کې د جنبش ،ازبکو يا پشتنو ونډه نه شته. ",استاد محقق له اپوزيسيون څخه گوښه شو. 440,," جلالزی د جمهوریت روغتون به د 20 ملیونو امریکایي ډالرو په لگښت په پرمختللي سیسټم جوړ شي دا ټکي نن په افغانستان کښي د چین سفیر څرگند کړ .د جمهوریت روغتون ودانۍ څه باندي یو کال مخکي وروسته له هغه د 20 تنو په مرگ او ژوبل کیدو تمامه شوه چه ځیني برخر یې را ونړیدې.دا روغتون چه د پلازمینه کابل په زړه کښي موقیعت لري په دې 20 ملیونو امریکایې ډالرو به په 10 پوړو کښي ودانه او 350 بستره به ولري ",جمهوريت روغتون به په عصري ډول جوړيږي 441,," جلالزی دا ورځ نن د سل گونو تنو فرهنگیانو په گډون په کندهار کښي ولمانځل شوه . له نن نه یوازي 300 کاله مخکي حاجي میرویس نیکه د کندهار ښار په کوکرانو کښي د گرگین په وړاندي په پاڅون لاس پوري او هغه یې له مینځه یوړ. پدې غونډه کښي د افغانستان د گڼو ولایتو د فرهنگیانو تر څنگ له گاونډیو هیوادو راغلو فرهنگیانو هم گډون کړی وو ",د هوتکیانو د پاڅون ورځ ولمانځل شوه 442,حقمل," په سعودى عربستان کې د بيت الله شريف يو زيات شمير افغان زيارت کونکو په هغه هېواد کې د روغتيايى اولارښونې په برخه کې له زياتيدونکو ستوزو څخه سرټکوى او وايې چې په دې برخه کې د حج او اوقافووزارت ټولې ژمنې غلطې وې . افغان زيارت کونکې وايې دوى نه روغتيايى ډلې ليدلى او نه لارښودې شته چې دوى ته رهمنايى وکړى . دحج او اوقافو وزرات د تيرکال ترخو تجربو په پام کې نيولو سره سږ کال افغان حاجيانو ته دې زياتو اسانتياوو ژمنې کړې وى . محمد امين چې له خپلې ميرمنې سره يوځاى عربستا ن ته تللى بينوا ته په ټلفونى ليکه د حج او اوقافو وزرات د چارواکود چال چلند په هکله ډيرې توندې او ترخې خبرې وکړى او زياته يې کړې چې د اوسيدنې په ځاى کې ډيرې ستوزې لري او دولتى چارواکو دوى ته دوکه ورکړې ده .د افغان حاجيانو ستونزې په داسې مهال کې رابرسيره او بربنډه شوې چې تراوسه ٦ تنه افغان زيارت کونکې په عربستان کې په حق رسيدلى دى . له بلې خوا د حج وزارت يو چارواکې وويل چې دوى په مکه مکرمه يو ډله ورانکاران هم نيولى او د سعودى پوليسو ته يې سپارلى دى . سږ کال څه ناڅه ٢٥٠٠٠ افغانان د بيت الله شريف د زيارت په موخه عربستان ته تللى دى . ",د بيت الله شريف دافغان زيارت کونکوستونزې 443,حقمل," د کنړوالى وفا وايې چې د سيف الله په نامه ددولت يو مخالف قوماندان له خپلو ١٥ تنو پلويانو سره په دغه ولايت کې د ملى پخلاينې د پروسې سره يو ځاى شو او له خپل وسله وال مخالفت څخه يې لاس واخيست . ده وويل دغه قوماندان وړاندې له دې د اسلامى ګوند چې حکمتيار يې مشري کوى اړيکې درلودې .وفا وايې تر اوسه ٢٤٠ تنه مخالفين په کنړ کې له دولت سره يوځاى شوى دى او خپلې وسلى يې دولت ته سپارلې دى . ",په کنړ کې يو مخالف قوماندان له دولت سره يو ځا شو 444,," جلالزی د ملگرو ملتو سرمنشي کوفي عنان وویل چه دا نوی مسول ټام کوینگز نومیږي او د المان تابعت لري او د افغانستان د یوناما څانگي چاري به وروسته له دې ورپغاړه وي . نوموړي به د فرانسوي جان ارنو پر ځای کار وکړي . جان ارنو د 2004 میلادي کال د فبروري له میاشتي د افغانستان د څانگي مسولیت لرل . خو ښاغلي کوینگز مخکي تر دې په کوسوو او گواتیمالا کښي هم د ملگرو ملتو د څانگو مشرتوب کړی دی ",د ملگرو ملتو د افغانستان د څانگي نوی مسول وټاکل شو 445,," ميرويس جلالزی سل ټنه چاودیدونکي توکي چه افغانستان ته په لار ووتري تم شوي دي  د هند میرور ورځپاني په رپوټ چارواکي وایي دا چاودیدونکي توکي چه په 6 لویو کانټینرو کښي بار وو د سړک جوړوني په یوهندي کمپنۍ پوري اړوند وو چه د هند په سمندرگي کښي وروسته له هغه له بیړۍ تر تم شول چه د بیړۍ چلونکو په وینا بیړۍ له سخت توپان سره مخ او لري نه وه چه په اوبو کښي ډوبه شي . تر اوسه نده روښانه چه مواد څه شوي دي . دا چاودیدونکي توکي چه د غټو ډبرو او غرونو په الوزولو کښي ترینه کار اخیستل کیدل د بیا ودانولو په یو هندي شرکت پوري چه په افغانستان کښي کار کوي اړوند وو . دا توکي چه ډول یې د (وینیکس 90 ) له کورنۍ وو ډیر خطر ناک په گوتو شوي دي . د هندي دې بیا ودانولو شرکت چارواکي بیا وایې چه دا کانټینرونه یې د توپان پر مهال یو په بل پسي سمندر ته ورغورځولی دي ځکه د 6 تنو بیړۍ چلونکو ژوند توپان له خطر سره مخ کړی وو او بیړۍ دډ وبیدو په حال کښي وه . دا شرکت چه بیړۍ ور پوري تړلې وایې بیړۍ وروسته له هغه چه بیرته د ممبيي ښار په لور روانه شوه له 6 چلونکو سره یو ځای د هند پولیسو نیولې او ترینه پوښتني پیل شوي دي . د هند د کورنیو چارو وزارت یو مقام چه و یې نغوښتل نوم یې واخیستل شي وویل د کورنیو چارو ، د چاودیدونکو توکو د مهارینو او استخباراتي مامورینو یو دلگۍ په کار گمارل شوې تر څود پیښي اصلي عامل روښانه او د چاودیدونکو توکو پته ولگوي .دا توکي لمړی له هند نه د ایران د بندر عباس او وروسته بیا د افغانستان خاوري ته د لیږلو په حال کښي وو چه پیښه رامنځ ته شوي ده ",سل ټنه چاودیدونکي توکي تري تم شوي دي 446,ميرويس جلالزی," ميرويس جلالزیدا خبره وروسته له هغه رابرسیره شوه چه د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت گوند مشر محمد محقق خپل گوند د تفاهم جبهې له 15 ډلیزه کتار نه گوښه کړ .ایا څه دلیل به وي ؟ایا محقق به غواړي چه بله ستره جبهه جوړه کړي ؟کارپوهان وایي وروسته له هغه دا گوند د تفاهم له ډلی د بهر کیدو په درشل کښي شو چه محمد محقق د ولسي جرگې د ریاست د چوکۍ مقام ته له خپلي گټي نه د استاد سیاف په گټه تیر شو .ایا اوس نو د هزاره اقلیت او پښتنو تر منځ چه په وار یې په پخپلو کښي سره جگړې کړي ستونزي موجودي نه دي چه یو لوړ پوړی مقام بل مقام ته له خپلوگټو لاس په سر شو ؟ دې پوښتني ته اوس نو هر څوک ځواب ورکولای شي خو په یوه شرط؟محمد محقق وایې ځکه له تفاهم جبهې خپل گوند په شاکوي چه د ده په اند اوس نو د دې جبهې مشر محمد یونس قانوني نشته چه د دوی تر منځ یو یوالی راولي .ایا د محقق خبري به ریښتیا وي ؟ایا دا به دلیل وي ؟د افغانستان د خلکو د ملي وحدت گوند مشر ځواب ورکوي:نغواړم زمونز پخوانۍ جبهه وروسته له دې د دولت په وړاندي په خپل سیاسي مخالفت کښي سره گډه وډه شي او دا سي حال رامنځ ته نشي چه د هر گوند مشر به د خپل سر پالیسي جوړونکی او پلي کونکی وي او دا به هغه وخت وي چه د محقق په وینا د د وی د جبهې هغه پالیسي به له خپل اصلي کړن لاري وگرځي او په خپلو کښي به سره په لفظي شخړو اخته شي .کارپوهان وایې محمد محقق وروسته له هغه خپل گوند د ملی تفاهم له ډلي په شا کړ چه د پلویانو له خواه ئې پرې زور واچول شو او ورته وویل شو چه مونږ له پښتنو سره اوږدې شخړي کړي نو ولي تا اوس له پښتنو سره گټي شریکي کړي .محقق به شاید د کارپوهان دلیل ومني خو په خوله څه نه وایې اوس نو سیاف څه کوي ؟ایا سیاف د ولسي جرگې څوکۍ وگټله ؟د دې پوستنی ځواب نه دی ؟ایا د یونس قانوني او محمد محقق تر منځ به وروسته له دې اړیکي چندان خوندوري نه وي ؟خو بیا هم د افغانانو په منځ کښي یو ضرب المثل دی چه (...........)ایا سیاسی مخالفین ( اپوزیسیون ) به وروسته له دې هغسي قوي نه وي لکه دپخواه په شان چه دحامد کرزي په حکومت به یې نیوکي کولې ؟اوس نو داسي گنگوسې هم د خلګو تر منځ خپرې شوي چه د افغانستان پخواني اولس مشر برهان الدین رباني به د اپوزیسیون مشر وي ایا د خلکو تر منځ دا گنگوسې به په ځای وي ؟ځیني کسان وایې هو ؟ولي؟ځواب به دا وي چه برهان الدین رباني که څه هم د افغانستان د پخواني جهادي ډلو د رهبرانو له ډلي دی او گڼ شمیر مجاهدین ورته په درنه سترگه گوري نو ځکه به دی د تفاهم جبهې مشر شي .شاید ؟ولي دا خبره هم گرمه ده چه برهان الدین رباني ځکه دې څوکۍ ته د رسیدو په حال کښي دی چه دی د ولسي جرگۍ د ریاست په سیالۍ کښي له خپلو گټو د محمد یونس قانوني په گټه تیر شو.ایا د تفاهم جبهې څوکۍ میراثي ده چه قانوني یې رباني ته وسپاري؟شاید ؟....................................کارپوهان وایې ځکه د تفاهم له ملی جبهې (اپوزیسیون) چه له 15 گوندو جوړه شوی ځیني گوندونه په شا کیږي چه د گوندو گڼو شمیرو مشرانو ولسي جرگې ته لاره وموندلې نو هلته به چړچې کوي حال دا چه ورته ډالري تنخوا گاني هم تر لاس لاندي نیول شوي دي.دوی خو دا نغواړي چه په دولت سمي نیوکی وکړي او هغه خپلو نیمگړتیاوو ته متوجه کړي .اوس معلومیږي چه د تفاهم مفاهم په نامه څه نشته او دا یوازی پیسې دي چه گوندونه سره یو ځای کوی او بیرته یې سره بیلوي . ",د تفاهم جبهه د ټوټه کیدو په درشل کښي ده 447, ډاکټر احمد احسان,"   ډاکټر احمد احسان ۲۰۰۵/۱۲/۲۶ د افغانستان تاریخې اوجغرافیایې جوړښت دخپلوځانګړتیاو له مخې یې،چې په اوږدو کې له ډیرو ناخوالو،ناندریو،خوځونکو،دردونکو او بوږنونکوپیښو په لرلودې هیواد ته مدام یو ناقراره او خوځنده برخلیک ورپه برخه کړی دی.د داسې حالت په درلودلو یې اوسیدونکې هم په ښکاره توګه یا خو په زوره اویا په چل سره دژوندانه د ډیرو ناقراریو،وژلو،زندانې کولو، تبعیدولو او د وخت له واکمنانو لخوا د غچ اخیستلو قربانیان ګرځول شوې دې چې تر نن ورځې پورې دا لړۍ دوام لرې.په خاصه توګه که د سیاسې جوړښتونو تر څنګ د هیواد سیاسې حالاتو ته په ځغلنده سترګه وګورو نو د ستر احمد شاه بابا د لوی امپراطورې او واک څخه وروسته د نن ورځې تر افغانستانه پورې د سیاسې ناقراریو سربیره د استحکام نشتوالې او له بهرنیانو لخوا په پټه او یا په ښکاره توګه د هیواد په چارو کې د ګوتو وهلو او اداره کولو له یوې خوا ددې هیواد پراخه جغرافیایې موقیعت ته زیان ور رسولې او له دې سره سره یې د خپلو ګوډاګیانوله خوا د استقلال او د ښاورې د ازادۍ غوښتونکې یې ځپلې او په بیلا بیلو لارو یې له منځه وړې دې.له دې سره سره یې په هیواد کې دا سنت رامنځ ته کړو چې د هر واکمن لخوا د واک د ټینګښت په خاطرد تیرو دورو د روښانه څیرو وژل،په بند محکومول او یا یې د خپل د نفوذ او تاثیر له ځایه فرارول او ورکول چې موخه او لارښوونه یې ورته په اصل کې د خپلو بادارانو له خوا کیدله عملې کول وو.دې حالاتو نه یواځې په عمل کې افغانستان ته زیانونه ور واړول بلکه ورځ تر ورځه یې هیواد له خپلو پښو وغورځاوه او یو ازاد او خپلواک هیواد ته یې د غلامۍ زنځیرونه په غاړه واچول. له دې سره سره د هیواد تاریخ هم دوې ونه بخښلو او لکه څنګه چې پورته ورته اشاره شوی، د خپلو اداره کونکو،چلونګو او بادارانو په خوښه یې د افغانستان تاریخ ته هم نه هیریدونکې او نه جبیره کیدونکې زیانونه ور واړول.  لرې به نه ځو،داعلیحضرت غازې امان الله خان د واکمنۍ مهال چې د نورو پرمختګونو تر څنګ د هیواد استقلال پکې لاس ته راوړل شو او له هیواده د انګلیسانو ټغر د مدام لپاره ټول کړاې شو، نه یواځې د افغانې تاریخ لپاره بلکه د نړیوال تاریخ په ډګر هم یو ډیراهم ګام وو ځکه چې په دا مهال انګلیس خپلې منګولې په جنوبې آسیا خښې کړې وی او د نن ورځې په څیر ورته هاغه مهال هم د افغانستان خاوره د خپلې امپراطورۍ د لاپسې پیاوړی کولو لپاره د ډیر اهمیت وړ وه.خو کله چې غازې امان الله د انګلیسانو په خلاف پاڅون وکړ او ددوی ددسیسو په شنډولو سره یې دوې له هیواده په ځغلولو اړ کړل نو وروسته له دې دوۍ د امان الله خان د حکومت د ړنګولو لپاره نه یواځې په یوه بلکه د ډیرو بیلابیلو ډګرونو په پرانستلو سره یې د حکومت په خلاف دسیسی پیل کړی.له یوې خوا یې خپل جاسوسان لکه عزیز هندې دې کار ته وګومارل چې د افغانې تاریخ په مسخه کولو او د استقلال د جبهې د ګټونکو پر خلاف خلک نه یواځې په هاغه مهال راوپاروې بلکه دا زمینه هم ورته مساعده کړې چې په راتلونکې هره دوره او حکومت کې ددوې لپاره ځاۍ نه وې او د هر حکومت لخوا وټکول او وځپل شې.او له بلې خوا یې پخپله د غازې امان الله خان په خلاف په ملک کې اړدودونه او پاڅونونه رامنځ ته کړه چې دا کار یې د روحانیونو په کومک سره سر ته ورسولو او نه یواځې یې د امان الله خان حکومت ړنګ کړو بلکه وروسته له هغې یې د استقلال د جبهو په غازیانو او ددوې په کورنیو پسې راواخیستله او په بیلا بیلو طریقو یې دوی نه یواځې له تاریخه هیر کړل بلکه ورسره ورسره یې د هغوې پاتې شوی نخښې ددوې د اولادونو او کورنیو په شمول له منځه یوړې چې ډیره روښانه بیلګه یې د استقلال د څلورمی جبهې اتل او د چترال د فاتح غازې میرزمان خان او د هغې کورنۍ ده چې د امان الله خان د ملګرتیاپه تور دزهرو جام نه یواځې په ده بلکه دده په کورنۍ وڅکول شو.  دغازې امان الله خان د واک د پای په شپو کې د انګلیسانو په دسیسه غازې میرزمان خان هم شهید کړای شو او کله چې سقاوې دوره رامنځ ته شوه نو پاتې شوې ملګرې یې ورله په رازراز شکنجو او تکلیفونو له منځه وړل پیل کړل چې وروستې حکومتونو او واکمنانو هم د هغې تقلید وکړ.  کله چې وار او واک دواړه د محمد هاشم خان صدراعظم په برخه شولو نو یو ځلې بیا د خپل اقتدار دټینګښت او د خپلو بادارانو په اشاره یې د ډیرو مخورو خلکو نیول او ځورولو ته لاس واچاوه او له هم دې لامله یې د غازې میرزمان خان کورنۍ هم ددهمزنګ د زندان د تورو تمبو شا ته واچوله.د غچ اخیستلو لمبه یې دومره زوروره وه چې ماشومان او ښځې یې هم ونه بخښلې او دوې یې هم ورسره زندانې کړل.  د نورو زندانیانو تر څنګ په دوی کې محمد هاشم زمانې هم وو چې لا تنکی ځوان وو او د سیاست له نومه سره هم نا اشنا وو لاکن د نورو بندیانو په څیر د تش په نوم سیاسې بند په نامه د نامعلومه وخت او سرنوشت په تمه کښینول شو.د وخت د حکمران په زړه کې خو دا وه چې د نورو په شان به په خپل خلاف پورته کیدونکی هر غږ به د زندان په وحشتناکه چاپیریال کې غلی کړې خو قدرت ته داسې نه وه منظوره او د زندان په فضا کې یې هم د ملې احساس لرونکو غږونه په یوه او بل شکل پورته کول.همداراز دا نیکمرغې د ځوان محمد هاشم زمانې په برخه شوله او همدلته د خپل وخت د ډیرو پوهو او روڼ اندو شخصیتونو سره مخ شو.د زندان تنګ چاپیریال ورته پراخه شولو،فکر یې غزونی وکړی،ملې احساس یې راوپاریدلو او د وطن د لیلا په مینه مست شواو له دې سره سره یې د زندان په ویرونکې فضا کې د انالحق غږ پورته کړ. د خپل قلم نه یې د اسلحې کار اخیستلو او هم دغلته یې د شعر او ادب لومړنې مراحل تر سره کړل.په زندان کې د ډیرو روحې اذیتونو او بیلا بیلو شکنجو سره مخ کړای شو چې موخه یې هم دا وه چې دی خپل حواس د لاسه ورکړې او د خپلې مبارزی او خوښې کړای شوی لارې نه لاس واخلې خو ده خپل کار ته دوام ورکړاو په تشو او تړلو لاسونو یې له زندانه د وخت په بادارانو ګوزارونه کول.  وروسته له دیارلسو کلو د اذیتناکه بنده زمانې د زندان له خولې ژوندی راووتلو خو داتش په نامه پریښودل او ازادې یې له زندانه سره کوم توپیر نه درلود او دی یې د خپلې کورنۍ سره هرات ته فرار کړ.په ښکاره خو دی ازاده وو لاکن په اصل کې دا یو بل فکرې زندان وو چې دی ورته ورښکیل کړای شو او پرې محکوم شولو چې موخه یې همدا وه چې د وخت پیښې،جبرونه او له مصیبتونو ډک ژوند دده له لاسه قلم وغورځوې او فکر یې محتل کړې لاکن زمانې ته زندان ډیر څه ورښودلې وو او سره له دې چې د فلاکت نه ډک ژوند یې تیرولو بیا یې هم حوصله ونه بایلودله او خپلو قلمې هلو ځلو ته د دوام ورکولو تر څنګ یې خپل ژوند هم مخې ته وړو. دډیموکراسۍ په لسیزه کې هم زمانې په قلمې هلوځلو بوخت وو او بیا د داود خان له خوا د جمهوریت ددوری په لویه جرګه کې د کونړونو د ولایت د وکیل په توګه ګډون وکړ.همدا وخت وو چې دی د خپلې کورنۍ سره دده په پلرنې ټاټوبې کې دیره وو او وروسته له یوی اوږدې توری شپی یې ایله د هوسا کیدو تکل کړی وو خو قدرت له ده سره سره د ټول هیواداو هیوادوالو په نصیب یوه بله اوږده او نه خلاصیدونکی توره شپه لیکلی وه .د ثور کودتا په افغانستان او په افغانې تاریخ خپلې منګولې ښخې کړې او له وینو ډک بهیر زمانې هم له ځانه سره واخیستلواو پیښور ته یې لکه د نورو په څیرپه وطن پریښودلو او هجرت کولو اړ کړو. دغلته یې خپلې هلی ځلی لا پسی ګړندۍ کړې.د قلم په خوځولو یې د جهاد سنګر تود وساتلو.٫٫روسې ښامار٬٬ ته یې لاس په خوله کې ورکړ،په ٫٫قطبې خرس،، او ٫٫سړې خوری بلا٬٬ یې خپل ګوځارونه لاپسې ګړندې کړل او ٫٫د ازادۍ ارمان٬٬ په لرلو سره یې د٫٫ازادۍ مشال٬٬ روښانه وساتلو او خپل ځپلې ملت ته یې پرې لارښودنه کوله. د هجرت شپو او ورځو زمانې ډیر وځپلو او د غم دغه اوږدو شیبو دی ډیر زیات کمزوری کړ او د هیواد ویجاړیدل ورته ډیر سخت تمام شول.خپل ځانیو سختو دی نور هم په خپله اراده کې پوخ کړای وو خو د هیواد حالت او د بی وطنۍ ورځو ورته د زړه رنځ راولاړ کړ او یو ځل بیا یې هجرت پسی هجرت ته اړکړ او دا وار یې امریکی ته ورسولو. هلته څه موده وروسته فالج ووهلو او نیم وجودیې ترینه واخیستلو،له پښو وغورځیدو خو حوصله یې هماغسې لوړه پاتې شوه.سره له دې چې لاس یې شل وو خو بیا یې هم خپل قلم ونه غورځولو، خپل پوخ تکل او ټول قوت یې سره راټول کړ او د خپل ژوند اوږده او غمناکه قیصه یې د زندانې خاطراتو په څیر هیوادوالو ته د قضاوت لپاره مخې ته کیښودله.سره له دې چې دی په شعر لیکلو کې د خپل وخت د کلاسیکو شاعرانو په جمله کې شمیرل کیدو خو دغې نثر لیکنی زمانې ته د پښتو ادب او ورسره د افغانستان د معاصر تاریخ لیکونکو او په خصوصې توګه د زندانې تاریخ لیکونکو په صف کې تر ټولو لوړ مقام ورکړ چې نه یواځې دده د خپل ژوند بلکه دداسې ډیرو نورو مظلومو خلکو د ژوند انځورنه کوې چې دده په څیر د زندان قربانیان شول او ملت ترینه بې برخې پاتې شولو. د زمانې غږ د افغانستان د ربړیدلې او ځپل شوی ولس غږ دی او دده احساس نه یواځې دده خپل ځان پورې اړه لرې بلکه دا د ټول ملت او ولس سرمایه او د راتلونکې نسلونو دپاره یو لوی پند او لارښودنه ده.هغه په داسې حال کې اجل ته لبیک وویل چې په افغانستان او دهغه په ولس د غم او ماتم اوږده شپه لا پای ته نه ده رسیدلې . د ارواښاد محمد هاشم زمانې نوم نه یواځې د پښتو ادبیاتو او د اوسنې شاعرانو او نثر لیکونکو له جملی یو لوی نوم دی بلکه دې د افغانستان لپاره د مبارزې او جهاد کونکو په صف کې هم لوړ او ځلانده ځای لرې. دده یاد دې تازه او اروا دی ښاده وسې. ",د ارواښاد محمد هاشم ٫٫زمانې٬٬ یاد 448,," د ولسي جرګي او د مشرانو د جرګي لپاره يو سرخلاصي ليکد ولسي جرګي او د مشرانو دجرګي محترمو رئيس صاحبانو او محترمو وکيل صاحبانو اسلام عليکم ورحمت اللۀ وبرکاتهد قدر وړ مشرانو: لکه څرنګه چي هر څوک پدي پوهيږي چي زمونږ په ملک کي تقريباً دري لسيزي په جنګونو او برباديو تيري شوي او د افغانستان ټول خلک لدي څخه متاْثر شول په هر کور او ټبر کي خلک په شهادت ورسيدل، او يا يي د وجود له اعضاؤ څخه يوه برخه کمه شوه يعني معيوب شول، کونډي او يتيمان ور ته پاتي شول او د ټولو افغانانو اقتصادي وضعه له صفر سره برابره شوه. هر څه چي وشول زه په هغي تبصره نه کوم. زما مقصد دخلکو د کار په باره کي دي چي دا اوس زمونږ د ملت زياته برخه خلک يا بيکاره دي او يا په پاکستان، ايران او يا په نورو ملکونو کي خواري او مزدوري کوي. اوهغه افغانان چي له خپلي خاوري څخه دباندي کار کوي ډير دذلت او خوارۍ په دشل کي شپي او ورځي صبا کوي يعني په ډيره کمه اجوره دپرديو دسپکو سپوروامرونو ﻻندي کار کوي او د خپل فاميل لپاره يو څه پيدا کوي، خو بر عکس هغه خارجي کارګران چي زمونږ ملک ته د مزدورۍ لپاره راځی ډير په قدر او عزت سره دلته کار کوي ډير لوړ معاشونه اخلي او حتيِ تر کوره د ﻻري خرڅ هم ورکول کيږي. مثلاُ ږمونږ افغانان ورونه پاکستان او ايران ته په زياته پيمانه د کار لپاره روان دي او هلته کار کوي يو عادي مزدور ته د ورځي سل(100) او يا يوسل او شل (120) روپۍ چي دوي امريکايي ډالر تري جوړيږي ورکوي او يو فني کارګر ته د پنځو (5) امريکايي ډالرو څخه هيڅ څوک زياتي پيسي نه ورکوي چي يوافغان هم په باندني ملک کي د 150 امريکايي ډالرو څخه په مياشت کي زياتي پيسي نشي پيداکولي حال داچي په افغانستان کي يو پاکستاني، ايراني، ترکي، هندي، فليپيني او ياد نورو ملکونو کارګران هر يو په مياشت کي له 600 څخه نيولي تر 1200 امريکايي ډالرو پوري معاشونه اخلي. زمونږ تعليم يافته خلک چي په افغانستان کي د خارجي موسسو سره کار کوي هغه خلک چي ماستري او يا دکتورا ولري په مياشت کي تر 2500 ډالرو څخه زيات معاش نشي اخستلي او د نورو افغانانو معاشونه خو د 300 او 700 امريکايي ډالرو تر منځه دي خو يو عادي خارجي چي يواځي خط ليکلي شي او کمپيوټر يي ذده کړي وي نو دهغه معاش به د 7000 امريکايي ډالرو څخه تر 20000 او يا لدي زيات امريکايي ډالر وي.هغه نور فسادونه چي دوي (خارجيانو) را منځته کړيدي هغه خو بل جنجال دي.او زمونږ خواخوږي مشران هم په افتخار سره واي چي مونږ مسلکي خلک نلرو نو ځکه بايد خارجيان کار وکړي او زمونږ خپل ورونه بايد چي وﻻړ شي او د پنجابيانو او ايرانيانو او يا د نورو مزدوري وکړي.نو د مشرانو جرګي او د ولسي جرګي محترمو استازو او د دي خوار او بيچاره ولس نماينده ګانو څرنګه چي دغه غريب او بيچاره ولس تاسو ته خپلي راي درکړيدي او تاسي يي خپل وکيلان کړي ياست هغه ددي لپاره چي تاسي ددوي غم وخورۍ او تاسي اوس ددي ملک مقننه قوه په ﻻس کي لرۍ نو د خداي په خاطر ددي غريب او بيچاره ملت غم وخورۍ او شپه او ورځ ددي ملت لپاره کار وکړۍ ترڅو دي خلکو ته کار پيدا کړۍ او کوشش وکړۍ چي دا غريب او بيچاره ولس مو له مصيبتونو او کړاوونو څخه دروشنايي په طرف روان کړۍ. بريالي اوسۍ.ستاسي خادم محمد اسرارله جلال اباد څخه ", ولسي جرګې او د مشرانو د جرګې ته سرخلاصي ليک 449,خليل الله سروري," د افغان- هوتكي پاڅون درې سوومه كاليزه د روان لمريز كال د مرغومي د مياشتې پر اتمه نېټه چې د ۲۰۰۵م كال د ډسمبر له ۲۹مې سره سمون خوري، په كندهار كې د اطلاعاتو، كلتور او ګرځندوى رياست، په دې ولايت كې راپور : صالح محمد صالح انځورونه : خليل الله سروري د افغان- هوتكي پاڅون درې سوومه كاليزه د روان لمريز كال د مرغومي د مياشتې پر اتمه نېټه چې د ۲۰۰۵م كال د ډسمبر له ۲۹مې سره سمون خوري، په كندهار كې د اطلاعاتو، كلتور او ګرځندوى رياست، په دې ولايت كې د مېشتو ازادو ليكوالو او په لويه كې د جرمني مېشتې (د افغان كلتوري ودې ټولنې) په نوښت د لومړي ځل لپاره ولمانځل شوه.  د مراسمو لومړۍ برخه څېړنغونډه وه، چې د منډيګك په ماڼۍ كې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو څخه راغلو ليكوالو، شاعرانو مخورو او دولتي چارواكو په ګډون د سهار پر ۹ بجو د قاري عبدالله كاموال له خوا د قران كريم د څو مباركو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه، د غونډې ويندويي د كندهار د اطلاعاتو، كلتور او ګرځندوى رياست رئيس عبدالمجيد بابي كوله او ټولو ګډونوالو ته يې ښه راغلاست ووايه.  كندهار والي اسدالله خالد د ښه راغلاست تر څنګ د هېواد اوسنۍ سياسي وضعې ته په اشارې سره خپلې خبرې اوږدې كړې او د داسې غونډو ارزښت يې وښود او هيله يې وكړه چې داسې نورې غونډې دې هم جوړې شي.  ورپسې د بېنوا فرهنګي ټولنې مشر عبدالاحمد محمديار د هغو ټولو كسانو ا و ټولنو څخه مننه وكړه چې د دې څېړنغونډې په جوړولو كې يې مرسته كړې وه.  تر محمديار وروسته ډاكټر عبدالرزاق پالوال، عبدالغفور لېوال، عبدالكريم طالب، عصمت الله زهير، محمد صادق ژړك، عبدالقديم پتيال، بارك عاطفي او يوشمېر نورو ليكوالو خپلې ليكنې واورولې. ورپسې د غونډې درې كسيزې جرګه ګۍ د غونډې پرېكړه ليك واوراوه، چې د ځينو ګډونوالو له خوا ځينې مادې ورزياتې شوې، د غونډې په وروستۍ برخه كې د كندهار د عالمانو رئيس خپلې خبرې وكړې او غونډه يې د دعايې په لوستلو سره پايته ورسوله.  غرمنۍ هم په همدې ماڼۍ كې د مېلمنو لپاره تياره شوې وه. تر غرمنۍ او لمانځه وروسته مېلمنو د علامه رشاد بابا په نامه نوى جوړ شوى نندارتون، دغه راز هوتكي واكمنۍ پلازمېنې (نارنج ماڼۍ) چې د كندهار په زاړه ښار كې پرته ده او د هېواد له ارزښتمنو تاريخي ځايونو څخه شمېرل كېږي، وكتله.  د يادولو وړ ده چې دغه ماڼۍ د چارواكو د بېغورۍ له كبله له ستر ګواښ سره مخ ده، دغه راز مېلمانه د حاجي ميرويس خان نيكه زيارت ته هم لاړل، چې د فرهنګيانو له خوا ورته د ګلونو ډالۍ راوړل شوې وه.  د ماښامنۍ لپاره خوشبخت سالون ټاكل شوى و، چې هورې د موسيقۍ او مشاعرې ترتيبات هم نيول شوي وو، چې تكړه سندرغاړي ښاغلي حاجي عبدالرحمن رحماني سيمينار ته لا ښكلا ورپه برخه كړه چې ځينو ځوانانو د اتڼ پروګرام هم درلود، رحماني په خپل خوندور اواز سره ډېرې ښكلې سندرې وويلې، چې ګډونوالو يې ډېر هركلى وكړ. نوموړى د موسيقۍ استاد دى چې په ډنمارك كې په انګريزي او ډنماركي ژبه د كلاسيكۍ موسيقۍ درس وركوي او په سلګونو شاګردان يې روزلي دي.  تر موسيقۍ وروسته مشاعره پيل شوه چې تر سهاره پورې يې دوام وكړ، د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه راغلو شاعرانو خپل شعرونه واورول، چې په منځ منځ كې د كندهار نندارې له خوا نندارليكونه (نمايشنامې) او ځينې تمثيلي سندرې واورول شوې، چې محفل يې لا تود وساته. چې ويندويي يې تكړه وياند عبدالقادر كلاتوال كوله.   ددې څېړندغونډي  په لسګونه انځورونه دلته وګوری ",په كندهار ښار كې د افغان هوتكي پاڅون درې سوومه كاليزه ولمانځل شوه 450,حقمل," په هغه ريموټ کنټرول چاودنه کې چې دپنجشنبې پر ماښام دهلمند ولايت د هزارجُفت په ولسوالى کې رامينځ ته شوه ٤ تنه ځايې پوليس وژل شوى او ٨ تنه نور ټپيان شوى دى .چاودنه په هغه زړه ودانۍ کې شوى چې پوليسو غوښتل پر دغه ودانۍ کې نوې امنيتې پوسته جوړه کړى .پوليسو د پېښې په اړوند څوک نه دى نيولى خوا وايې په دې برخه کې يې پلټنې په سيمه کې پيل کړې دى . تپيان د هلمند يو روغتون ته ليږدول شوى دى . ",١٢ تنه پوليس په هلمند کې مړه او ټپيان شوى دى . 451,حقمل," د خوست د صبريو او د پکتيا د بلخيلو منګلو قومونو ترمينځ په هغه شخړه کې چې د غره په سر رامينځ ته شوى يو تن مړ او دوه تنه ټپيان شوى دى . ددغو داوړو قومونو ترمينځ د کلنو کلونو راعيسې د غر په سر شخړې شوى دى چې کابو ٥٠ تنه په کې د دواړو لورو څخه وژل شوى دى . په اوسنۍ شخړه کې دواړو لورو له سپکو او درندو وسلو څخه کار اخيستى اوشخړه هغه وخت پاى ته رسيدلې ده چې ځايې پوليس دغې سيمې ته ورسيدل . ددغو دواړو قومونو ترمينځ څه موده وړاندې سوله شوى وه . ",په قومى شخړه کې يو تن مړ او دوه تنه ژوبل شوى دى . 452,حقمل," د پاکستان يوې محکمې د طالبانو يو مشر قوماندان ملا داد الله د پاکستان د پارلمان د غړى مولانا محمد خان شيرانى د وژنې د ناکامه هڅې په تور په غيابى توګه په عمرى بند محکوم کړ . په دادالله اودده پر دريو نورو افغان ملګرو داتور لګيدلى چې پر مولانا شيرانې چې د پاکستان د جماعت اسلامى ګوند غړى دى د کال ٢٠٠٤ د نوامبر په ١٨ د پاکستان د بلوجستان په ايالت کې د ليرې نه د ريموټ کنترول بم په ذريعه ناکام بريد شوى وو .دغه پريکړه د کويټې يوې محکمې کړې ده ، دادالله د طالبانو يو ستر قوماندان دى چې په نامعلوم ځاى کې په پټه شپې او ورځې تيره وى . ده څو ورځې وړاندې خبرى رسنيو ته د يو نامعلوم ځاى څخه ويلې وو چې ٢٠٠ طالب اورپکې چمتو شوې چې ځان وژونکى بريدونه په افغانستان کې د بهرنيو او دولتې ځواوکونو پر وړاندې تر سره کړى . ",ملا دادالله په غيابى ټوګه په عمر ىبند محکوم شو. 453,," د سختو اورښتونو له کبله د سيلابونو د راوتو له امله د بلخ ولايت د د دهداى او مزار ته څيرمه د کارته سجادى په سيمو کې ٣٠ کورونه په بشپړه توګه وران او کابو ١٠٠ کورونو ته زيان رسيدلى دى . د سيمې ٣ تنه اوسيدونکى ټپيان شوى هم دى . به لومړيو شيبو کې له سيلاب ځپلو سره هيڅ ډول مرستې ونه شوې له يو اوږده ځنډ وروسته له يو شميرکورنيو سره د خيمو . کمپلو او خوراکىتوکومرسته شوې ده ، چې نا کافى بلل شوې ده . ",په بلخ کې سيلا بونو يو شميراوسيدونکى ځپلى . 454,حقمل," د قندهار د سپين بولدک په سرحدى ولسوالى کې په يو بازار کې په يوه چاودنه کې دوه تنه چې د پوليسو پر وينا چاوديدونکې توکى يې ځاى پرځاىکول وژل شوى دى . د وژل شويو کسانو هويت نه دى معلوم .ځايى پوليس وايې نورو ته په دغه پېښه کې زيان نه دى رسيدلى يوازې هغه دکان چې په کې چاودنه شوې ويجاړ شوى دى . ",چاودنې دوه بم خښونکى ووژل . 455,حقمل," د قندهار او هرات د لويې لارې په اوږدو کې د ګرشک په سيمه کې دوه تنه امريکايى سرتيرى هغه وخت ټپيان شول چې فوځى موټر يې له ماين سره ولګيد او چاودنه وشوه . د يو تن ټپونه د انديښنې وړ بلل شوى دى . فوځى ګاډى هم ويجاړ شوى دى . د پېښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى . ",د ماين چاودنې دوه تنه امريکايى سرتيرى ټپيان کړل . 456,حقمل," د هغه تړون له مخې چې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د مالې وزارت د وزير ډاکتر احدىاود ډنمارک هېواد د استازى ډاکتر جيمز هارلو تر مينځ په کابل لاسليک شو،ډنمارک هېواد د پنځو کلونو په بهير کې د افغانستان د پرمختيايى پروګرامونو د تمويلولو له پاره ١٠٥ ميليونه ډالره مرسته کوى .ډنمارک تر اوسه پورې څه ناڅه ١٤٠ ميليونه ډالره له افغانستان سره مرسته کړې ده . په دغه مرسته کې د زده کړې،د بشرى حقونو تامينول ،ادارى اصلاحات ،دملى پيوستون اويو شمير نور ې پروژې اوپروګرامونه شامل دى . ",له افغانستان سره دډنمارک ١٠٥ ميليونو ډالرومرسته 457,حقمل," د خبرى رسنيو د خبر له مخې د کيوبا د خليج د ګوانتانامو په جيل کې يو شمير بنديانو د څو پرله پسې ورځو له پاره د ډوډى د نه خوړلو په اعتصاب لاس پورې کړى دى . په دغه جيل کې څه ناڅه ٥٠٠ تنه بنديان اوسيږى . په رپوټونو کې راغلى چې د اعتصاب کونکو شمير دهرې ورځې په تيريدو سره مخ پر زياتيدو دى ، په لومړيو کې ٤٥ تنو بنديانو د ډوډى دنه خوړلو اعتصاب پيل کړى وو ، چې اوس يې شمير کابو ٨٤ تنو ته رسيدلى دى . دا هم ويل شوى چې يو شمير ته د امريکايى ساتونکو له خوا په زرو سره د سپوږمې له لارې سيروم ورکړ شوى دى . ",په ګوانتاناموکې د بنديانو د نه خوړلواعتصاب . 458,حقمل," د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين د پاکستان د کورنيو پخوانى وزير جنرال نصيرالله بابر ته د يو ليک په استولو سره له ده څخه غو شتنه کړې ،چې د افغانستان يو شمير تاريخى اثار چې له ده سره شته بيرته د افغانستان موزيم ته وسپاري .په ليک کې ويل شوى چې ښاغلى بابر به په دغه برخه کې د زړه له کومى مرسته وکړى .په تيرو دريو لسيزو او دخونړيو جګړو په ترځ کې د افغانستان د ملى موزيم او يو شمير نورو موزيمونو تاريخى او لرغونى اثارلوټ او بهرته قاچاق او ليږدول شوى دى .جنرال بابر هم په تيرو کلونو کې د افغانستان يو شمير تاريخى اثار ټول او له ځان سره په خپل شخصى موزيم کې ساتلى دى . ديادولو وړ ده چې د افغانستان لرغونو شتمنيو او په تيره بيا د کابل ملى موزيم ته هغه وخت ډير زيان ورسيد او تاريخى اثار يې لوټ او يا بهر ته قاچاق او ليږدول شول چې د استاد ربانې د حکومت او واکمنې پر وخت کې کابل موزيم ويجاړ اوتر وسله وال لوټ لاندې راغۍ . جنرال بابر ددغه ليک په ځواب کې تراوسه خپل دريځ نه دى بيان کړى . ",له بابرڅخه د تاريخي اثارو دبيرته ستنيدو غوښتنه 459,حقمل," د جوزجان ولايت ځايى پوليسو منلې چې د اندخوى ولسوالى په مربوطاتو کې يې دغلود يوې ډلې مشر چې په ظابط سلام مشهور دى نيولى دى .نيول شوى کس د پوليسو له خواد فارياب او جوزجان دلويې لارې په اوږدو کې په غلاوو ،ورانکاريواو د مسافرينو په ځورونې تورن دى . پوليسو ويلى چې دغې ډلې څو موده وړاندې حج ته دافغان تلونکو ډلې پيسې او مالونه هم لوټ کړى وو. نيول شوىکس د فارياب ولايت د سبز پوش ولسوالى اوسيدونکى دى . ددغې ډلې د نورو کسانود نيولو هڅې د پوليسو له خوا په سيمه کې روانې دى . ",په جوزجان کې دغلود يوې ډلې مشر نيول شوى دى . 460,,"  د ساينس پوهنځۍ چې د کابل پوهنتون په غېږه کې يو له لمړنيو پوهنځيو څخه شميرل کېږي د تېرې چهارشنبې په ورځ د مرغومي د مياشتې په اوومې نيټې د خپلو فارغانو 60 مه کليزه په شانداره مراسمو سره ولمانځله  بصير بهيروردګ له کابل څخه  د ساينس پوهنځۍ چې د کابل پوهنتون په غېږه کې يو له لمړنيو پوهنځيو څخه شميرل کېږي د تېرې چهارشنبې په ورځ د مرغومي د مياشتې په اوومې نيټې د خپلو فارغانو 60 مه کليزه په شانداره مراسمو سره ولمانځله . دا محفل چې د کابل ښار د اسيا په هوټل کې جوړ شوی وو د سهار په لسوبجو د قران کريم په څو مبارکو ايتونو سره پيل وروسته د ساينس دپوهنځۍ سرپرست او د کمپيوټر ساينس د څانګې امرښاغلي پوهندوی همايون ناصري خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې يې په ډير وياړ دا خبره غبرګوله چې موږ خپلې افغاني ټولنې ته يو ځلې بيا خپل لوړ استعدادونه وړاندې کوو تر څو د خپل کړيدلي هيواد د بچيانو د روزلو په برخه کې په پوره ايماندارۍ خدمت وکړي.وروسته د کابل پوهنتون اوسني سرپرست او اداري معين ښاغلي پوهاند ظاهر ستانکزي اوږدې خبرې وکړې او له ټولو فارغانو يې خپله خوښي څرګندوله .وروسته د همدې پوهنځۍ د اړونده څانګو امرينو هر يوه پوهاند نور احمد ميرازي او پوهاند همکار اوږدې خبرې وکړې او هيله يې لرله تر څو همدا فارغان خپل مسړليت وپيژني اوکومه درنده دنده يې چې په غاړه کې ده په ښه صورت سره سرته ورسوي. د پروګرام دوهمه برخه ممتازو محصلينو ته دډاليو ورکول وو چې د شاداب ظفر د شرکت لخوا برابر شوي وو . د پروګرام دريمه برخه د ډوډۍ پروګرام وو چې تر دوو بجو يې دوام وموند. په دې محفل کې په زړه پورې خبره داوه چې د ټولو فارغانو په غاړو کې ځانګړې جامې وې چې د دوی دفراغت ښکارندويي يې کوله او په همدې جامو کې يې د خپلو استادانو څخه دخپل فراغت ستاينليکونه تر لاسه کړل چې له دې وروسته استادانو هم پخپل وار هغه ډالۍ تر لاسه کړې کومې چې د همدې پوهنځۍ د محصلينو لخوا برابر شوي وو . وروسته محفل په سندريزې فضا سره تود وساتل شو چې ډيری برخه يې ملي اتڼ ته ځانګړې شوې وه چې استادانو او محصلينو پکې پخپل وار څڼې واړولې. پروګرام د مازديګر تر پنځو بجو دوام وموند او په ډيرې خوښۍ او خوشحالۍ سره په داسې حال کې چې دټولو محصلينو په شونډو موسکا او په سترګو کې يې د خوښۍ اوښکې ګرځيدې پای ته ورسيد. ",د کابل پوهنتون د ساينس پوهنځي خپله 60 مه کليزه ولمانځله 461,حقمل," د کورنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره په کابل ښار کې له ټولو داخلى او بهرنيو موسسو څخه په ټينګه غوښتنه کړې ده چې تړل شوى سړکونه دې بيرته د ترافيکو پر مخ پرانيزى . په اعلاميه کې راغلى که چيرته د يوې اونۍ په ترځ کې تړل شوى لارې او سړکونه د ترافيکو پر مخ خلاص نه شى، له اړوندو ادارو سره به قانونى چلند تر سره شى . دترافيکو د يوې سرچينې له قوله څا ناڅه د کابل ښار ٥٦ واړه او لوى سړکونه د کابل ښار په مختلفو سيمو کې د موسساتو له خوا تړل شوى دى . دکورنيو چارو وزارت ويلى دى چې د افغان ولسمشر کرزى له لارښونى سره سم يې په داډول اقدام لاس پورې کړى دى .د لارو بنديدل په کابل ښار کې د اوسيدونکو او ترافيکو په وړاندې سترې ستونزې جوړې کړى دى اوښاريانو په تکرار سره له دولت څخه غوښتنه درلوده چې لارې د بيرته پرانيستل شى . ", دکابل ټول تړل شوى سړکونه به بيرته پرانيستل شى 462,لونګ," له ممبر څخه تر توريستي خېمې پوري لونګ ښاغلی مولانا بجلي ګر په کوزه پښتونخوا ( پېښور ) کي داسي يو نوم و چي اواز يې د خلکو زړونو ته لاره موندلې وه ، او خورا پرېمانه اورېدونکي او مريدان يې لرل ، د کومي جمعې په ورځ چي به مولانا بجلي ګر صاحب د پېښور په کوم جامع جومات کي پر ممبر خپړي ښخي کړي وې ، باور وکړی ان د جماعت بهر به د سړکونو پر مخ د خلکو ځای نه کېده  او هر چا به هڅه کوله چي که دبجلي ګر صاحب د لاسونو د ښکلولو نصيب او نعمت ورپه برخه نه سي ، نو لږ تر لږه دمبارکي ږيري په لېدو يې خپله د ايمان تنده ماته کړي . مګر د جمات ها خوابه د پاکستان د سياسي مشرانو او زموږ د جهادي لېډرانو زړونه به په هره جمعه درزېدل چي بجلي ګر صاحب به نن د زرګونو پرګنو په زړه کي څوک توروي او پر چا به حمله کوي ځکه بجلي ګر صاحب به د عادت له مخي په هره جمعه يو سياسي لېډر په نښه کاوه او څوک چي به د مولانا صاحب په خوله دخلکو په زړونو کي تورېدل ، بېرته سپينېدل به يې اسانه کار نه و  . مګر د يو څه مهال په تېرېدوسره  د مولانا صاحب حال ورځ په ورځ خرابېده ، او هغه د شاتو په شان خوږوالی  او سرېښوالی يې د کمېدو په حال کي برېښېده ، اودو او تاويزونو يې هغه پخوانی اثر نه درلود او فتواګانو يې هغه پخواني ملاتړي . دا هغه وخت و چي مولانا صاحب د مبارک رسول د سپېځلي ممبر څخه په اوتو بوتو پيل کړی و او څوک نه پرې پوهېدل چي مولاناصاحب د چا په روپو د چا کالي ترې وباسي ، ان تر دې چي د اغلي بېنظير بوټو چي هغه مهال د پاکستان صدراعظمه وه د ساراګښت او اودس وچولو ميتودونه يې هم له همدغه سپېځلي ممبر څخه ښه په تفصيل سره څېړل او په دغه لاره کي يې د ستونزو د هوارۍ د پاره بېنظير بوټو ته فتوا ګاني ورکولې  . له پاکستان څخه په کډه کېدو ښايسته ډېره موده کېده چي دمولانا بجلي ګر صاحب موعضې ، فتواګاني او مبارکه ږېره را څخه هېره وه ، مګر د ښاغلي رمضان بشردوست په ليدو سره مي مولانا بجلي ګر په خورا لږ توپير سترګو ته شک ودرېد ، توپير بس همدومره چي که مولانا صاحب دخپلو روا او ناروا فتواو له پاره د پيغمبر مبارک ص  ممبر خوښ کړی و ، خو ښاغلي رمضان بشردوست د کابل د نوي ښار په پارک کي تر خړ څادر لاندي چي کله کله په ا وپراتيفي توګه په کي مېنه غوره کوي او نوم يې ورته (خېمه ملت) ايښی . که ښاغلي رمضان بشردوست صاحب فکر کړی وي چي د نوي ښار په پارک کي تر ولاړي خېمې چي دی ورته (خېمه ملت) وايي هرچرند او چپوله ( اوتي بوتي ) راوزي نو ملت به يې ملاتړ کوي ځکه نوم يې ( خېمه ملت ) دی ، نه يوازي بشردوست صاحب غلطه کړې بلکي ولس او ملت ته يې پوره په سپکه کتل او پر ملت بې باوري ده ، ځکه دا ددې مانالري چي ملت د ښو او بدو تر منځ تميز نه شي کړای ، يوازي د پسونو په څېر په هره لاره چي چا مخکي کول بيايي به يې . بشردوست صاحب بايد په دې باوري شوی وي چي دی او دده په شان نور له ملت سره د پسونو په توګه معامله نه شي کړای او نه هم بايد بشردوست صاحب فکر کړی وي چي ملت ددرواغو او رښتياو تر منځ توپير نه شي کړای . دا خپله د ملت درناوی نه بلکي د ملت سپکاوی دی . بشردوست صاحب ځان عقل عالم بولي ، هرڅه ده ته مالوم دي بايد ملت ته خاين دی ورپه ګوته کړي او ملت يې په پټو سترګو ومني  ، ځکه دی د( خېمه ملت) څخه ليکني او انټرويو ګاني ورکوي، حال دا چي نه دی  ملت  د خپل څارونوال په توګه ټاکلی او نه هم دده خېمه چا د ملت کور ګڼلی ، بلکي ملت دده خېمې ته يوازي او يوازي يو ا روپايي او توريستي ( ګرځندوی) رسم په سترګه ګوري چي د خپلو ګټو د ساتلو او ملت غولولو له پاره ده د فرانسې له پارکونو او تفرېحګاو څخه له ځانه سره راوړې ده . که د اينجيوګانو په لانجه کي په هغه مميز تر اوسه مست وي ښه به داوي چي د تورو چايو يوه پياله پسي وڅښي تر څو فکر يې سرته راسي او د معاملې په منطقي او غير منطقي پايله له سره فکر وکړي ، زموږ په اند په پورتنۍ لانجه کي بشردوست صاحب هغه سوالګر ته پاته کيږي چي ديوې ګولې ډوډۍ سوال ته ولاړ خو په خير ورکوونکي مني چي ډوډۍ به خامخا غنمينه او توده وي . سمدلاسه هغه پښتو لنډۍ راياديږي چي وايي : مور يې په کلي توروې غواړي لور يې چارک اوګۍ ترغاړه ګرځوينه موږ د خپل ولس مجبوريتونه ژړوي ، دده په بېباکيو کار نه لرو هغه چي وايي ( هر ديوانه درکار خود هوشيار است ) يابه يې سر نه پرې خلاصيږي او ياخو به چا دنده ورکړې وي . زموږ هيله له رمضان صاحب څخه داده چي د خپلو روا او نارواو له پاره د خپل تربيون ( خېمه ملت ) نوم واړوي او د ملت د نامه د سپکاوي څخه ډډه وکړي . تر هغه ځايه چي په ملت پوري اړه لري ملت خپل ځانګړی او بې پرې قضاوت لري . د بېلګي په توګه د هيواد په ګوټ ګوټ کي که بهرني او يا هم کورني ازاد خبريالان او خبر ټولوونکي له ملت سره مخ شوي او له پرګنو سره يې د حکومتي چارواکو د مرستي او لاسنيوي له پاره پوښتلي دي نو تر بل هر اداري او حکومتي ارګان وړاندي د کليو د پراختياوزارت او په سر کي د ښاغلي حنيف اتمر د منډو ترړو د يادوني په ترځ کي خلکو ترې مننه کړې او په دوی يې خپل باور په داسي حال کي څرګندکړی چي ښاغلي حنيف اتمر په يوه روغه او يوه ناروغه پښه ځان د هيواد هري پولي ته رسولی او دولس په هر وير کي يې ځان ورسره شريک بللی . دهمدغه وزارت په نوښت همدا اوس د خلکو يوولس زره شوراګاني د هيواد په يوولس زرو کليو کي کار کوي چي له بهر څخه د کليو پراختيا وزارت ته په وربېله شوې مرسته کي همدغه يوولس زره د خلکو او کليو شوراګاني برابره ونډه لري، خو نه پوهېږو ښاغلی رمضان بشردوست يو ځل بيا په پټو سترګو د کرکي او نفرت له مخي په دغه وزارت پوري مښتي او په خپلو نارواو اوبه خړوي . د بېلګي په توګه يو ځل وايي ښاغلي اتمر اووه ويشت کورونه جوړ کړي، خو د څارنوالۍ له پلټني وروسته څرګنديږي چي اووه ويشت واړه جوړي شوي ودانۍ حکومتي ودانۍ دي چي د کليو پراختيا وزارت پوري اړه لري ، د ملت نه د خپلي مختورۍ د بخښني په عوض يو ځل بيا تور لګوي چي د وزارت ډېره برخه کارکوونکي لغمانيان دي ،يوځل بيا له پلټنو وروسته په ډاګه کيږي چي په پوره وزارت کي يوازي درې تنه مستحق او فني لغمانيان په کار بوخت دي ، په داسي حال کي چي اوس لغمانيان بايد بشردوست صاحب له ګرېوان څخه ونيسي چي ولي درواغ وايي او له ښاغلي اتمر څخه وپوښتي چي د کوم حق له مخي په پوره وزارت کي د لغمان ولایت ونډه درې تنه کيږي . که ښاغلي بشردوست رمضان د ښاغلي اتمر په وړاندي کومه شخصي کرکه لري مهرباني دي وکړي ، موږ هيڅ کار نه پرې لرو ، او که داسي نه وي نو لږ تر لږه بشردوست صاحب بايد ځان نورو وزارتونو ته هم ورښکاره کړی وای  چي څوک دکوم ځای او د کومي ژبي ويونکو احصايه ورته څرګنده شوې وای . کېدای شي ورته ويل شوي وي چي د بهرنيو چارو په وزارت به کار نه لرې چي په ټوله نړۍ کي د هيواد سفارتونه او ديپلوماتيک مرکزونه له يوه کلي نه په ورغليو دتره زامنو ، تربرونو، اخښيانو ، خورلڼو ، او باجه ګانو په اجاره رسېدلي . د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته يې که څوک نه پرېږدي لږ تر لږه راډيوي ، تلويزيوني ، او مطبوعاتي خپروني خو به يې په وزيراکبرخان مېنه کي د يوه قومندان په هغه قوشخانه کي چي بشردوست صاحب په کي مېشت دی کتلی شي چي له قومونو نه جوړ شوی ملي انډول په کي څه ډول او په څه سپين سترګۍ تر پښو لاندي کيږي  او يا خو يې دلته سترګي ليد او غوږونه اورېدل نه شي کړای . د کليو په وزارت چي د کليو په خدمت کي دی تور لګوي چي اووه ويشت ودانۍ يې ولي جوړي کړي دي خو دښاغلي سناتور فهيم قسيم صاحب لوړ پوړو ته سرکوزی ښکاري . که ښاغلی بشردوست د ښاغلي اتمر د زده کړو کاغذونو پسي سرګردانه وي ، وي  دي  دا دده حق دی خو له ملت څخه دي هم لطفآ دغه حق نه اخلي او يا بهتره دی ووايو نه شي اخستی ، چي ددې وروسته دي د ملت نوم نه سپکوي او له خپلي خېمې دي د ولس پر خواخوږو  ناروا بريدونه نه کوي .   په هرچا پسي چي منډي وهي، وهي دې او يا په هرچا پسي چي ترساراګښته ځان رسوي حوصله به يې لري ، خودومره بايد ورپه ياد وي چي ليونۍ منډي کله کله سړی په فرانسه کي د جاپانۍ مېرمني د عشق داستان ته رسوي چي پايله يې لېونۍ مينه او يا هم . . . . ",د بجلي ګر صاحب فتوا- او د رمضان ناروا 463,,"   بسم الله الرحمن الرحیم په ناروې کې له ټولو دوستانو څخه په ډیر درناوي هيله کیږي چې د مرحوم الحاج عبدالقیوم بزګر ملکزيد فاتحې په مراسمو کې په ګډون کولو سره نوموړي ته په دعاو کې شریک شي. په خورا درناويد بزګر ملکزي د کورنۍ له خوا پته: د شیسمو کمون د سترومن د الاقصی جومات Strømsveien 13, 2010 Strømmen نیټه او وخت: د یکشنې ورځ د جنوری اتمه (۸) مه د سهار له یوولسو (۱۱) څخه تر۳۰:۱۲ (دولس نیمو) بجو پورې د ټلیفون ضروری نومرې:48117954 یا 90856195 ",په ناروې کې د مرحوم بزګر د فاتحې مراسم 464,," د اسامه بن لادن برخلیک د توري پردې شاته ! ميرويس جلالزی  له روان 2005 میلادي کال راهیسي تر دې مهاله د القاعده  شبکی د مشر اسامه بن لادن هیڅ پیغام ندی خپور شوی؟ د نوموړي د ژوند ، کنټرول، او حتی د مرگ په هکله شکونه مخ پر ډیرېدو دي . او دا پوښتنه تر اوسه هم پاتې ده چه اسامه بن لادن چه لویدیځ او امریکایې د مرگ او ژوند په لټه کښي ده تر اوسه چیرته پټ شوی دی ؟ د نوموړي چپ خوله پاته کیدل د امریکا په دفاع وزارت او نړیوال تجارتي مرکز باندي په کال 1380 لمريز کښي د بریدو نه وروسته یوه اوږد مهاله سکوت دی چه د نوموړي د ژوند او مرگ په اړه اندېښنې لا زیاتوي . وروسته له هغه چه په کال 1383 کښي د اسامه له خواه د یو ږغيز ټیپ په خپریدو ابومعصب الزرقاوي په عراق کښي د القاعده د مشر په توگه وټاکل شو نو بیا تر اوسه د القاعده د تروریستي شبکې د مشر ږغ ندی اوریدل شوی . له دې ټیپ نه مخکي په یو بل ټیپ کښي اسامه په خپلو پلویانو ږغ کړی وو چه په عربي هیوادو کښي په نفتي تاسیساتو بریدونه تر سره کړي ا و سعودي عربستان ته یې هم گوت څنډنه کړې وه چه د خلکو له خواه به له یو ستر پاڅون سره مخ شي . وروسته له دې دوو ټیپی پیغامو بیا تر اوسه د بن لادن ږغ ندی تر غوږ شوی او نوموړی په یو سکوت کښي ډوب او نده روښانه چه ایا م.....که ....ژ او چیرته دی؟ پدې موده کي چه اسامه بن لادن نه بریښي نو د هغه لمړی مرستیال ایمن الظواهري چه د دې شبکې په مغزو مشهور دی کله نا کله ځینی ویډویي او ږغيز پیغامونه خپروي او کله ناکله هم لیدل کیږي چه په ویډویي فيته کښي یې تر څنگ ټوپک ولاړ او په خپلو جنگیالو د مقاومت ږغونه کوي . ظواهري په هغه فیته کښي چه د سپتمبر په میاشت کښي خپره شوې  وویل چه اسامه بن لادن تر اوسه ژوندی دی او د لویدیځ په وړاندي د جگړو اصلی قومنده د ده په لاس کښي ده ..............! ظواهري پدې فیته کښي دا هم ویلی وو چه القاعده تر اوسه هم د خدای په فضل د لویديځ والي په وړاندي د جهاد اصلي مرکز ده او بن لادن هم د دې مرکز په سر کښي قرار لري . له بل لوري په وار وار ویل شوي چه بن لادن یا خو په پاکستان یا هم په افغانستان او یا هم د دواړو هیوادو تر منځ په گډو قبایلي سیمو کښي پټ دی ..! خو د پاکستان اولسمشر پرویز مشرف په خپل وروستي وار ویلي وو چه نه پوهیږي چه اسامه ژوندی او یا خو هم مړ دی! او دا یې هم ویلې وو چه نغواړي د اسامه د ژوند او مرگ په اړه شک څرگند کړي . له بل لوري په افغانستان کښي د امریکایي قواوو لوی قومندان کرل اکنبیړي بیا ټینگار کوي چه د القاعده  شبکې مشر تر اوسه ژوندی او روغ رمټ دی او امریکایي ځواکونه تر اوسه هم د هغه د نیوني په لټه کښي دي . خو پورترگاس د امریکا د استخباراتي ادارې مدیر د امریکا له ( ای بي سي) تلویزیوني شبکې سره په مرکه کښي ویلي ووچه د بن لادن پډن ځای پیژندل شوی دی او امریکا اوس د هر وار په پرتله د هغه په اړه ډیر معلومات لري . د اسامه بن لادن د برخلیک په اړه وروسته له هغه شکونه ډیریږي چه اسلامي خبري انټرنټ پاڼي له بن لادن نه هرکلی کوي او د هغه په ستاینه ورځي تېروي . په دی ورستیو ورځو کښي په یوې خبري انترنټ پاڼه کښي راغلي وو چه اسامه بن لادن ځکه له یو کال راهیسي چپ پاته دی چه امریکایان ونکړای شي د هغه درک او پټن ځای په نښه کړي . په یوه بله عربي خبري انترنټ پاڼه کښي بیا راغلي وو چ اسامه بن لادن د افغانستان او پاکستان تر منځ په پرتو غرنیو سیمو کښي پټ شوی دی................؟ په پاکستان کښي د مډیا واچ سخت دریځي ورځپاڼي مدیر مسول یعقوب چه له اسلام اباد نه یې ورځپانه خپروني کوي فرانسه خبري آژانس ته یې ویلي چه په اطمینان ویلای شي چه اسامه روغ دی . نوموړي ویلي بن لادن ځکه پټ دی چه نغواړی امریکایی استخباراتی اداره (سی ، ای ، اې ) یې ونیسي او دا هم د نوموړي یو پیاوړی تکتیک گڼل کیدای شي . خو افغان چارواکي بیا وایې چه اسامه بن لادن په دې سربیره چه په افغانستان کښي نشته نو کیدای شي چه په پاکستان کښي پټ وي ځکه په افغانستان کښي د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیل زاد څه موده وړاندي ویلي وو چه اسامه بن لادن د پاکستان په خاوره کښي پټ شوی خو پاکستاني چارواکي دا خبري بې بنسټه ګڼي . یو بل میلادي کال هم تیر شو خو تر ا وسه هم نده روښانه شوې چه ایا بن لادن چیرته دی ؟ ایا امریکا نشي کولای د بن لادن پټن ځای ومومي؟ ایا بن لادن تر امریکا او لویدیځوالو قوي دی؟ د دې پوښتنو ځواب به وخت ونیسي او دا به وخت وټاکي چه بن لادن چیرته دی او څه وخت یې د نیوني موده پوره کیږي ",د اسامه بن لادن برخلیک د توري پردې شاته ! 465,," ميرويس جلالزی د شمالی اتلانتیک ناټو تړون به د افغانستان د سویل د کنټرول په تر لاسه کولو سره د طالبانو په وړاندي مبارزه سخته کړيدا ټکي د کندهار په هوایي اډه کښي د امریکایي ځواکو عمومي قومندان جنرال جسون کمیا وروسته له هغه څرگند کړل چه ویل کیږي د امریکایي سرتیرو شمیره به په راتلونکي میلادي کال کښي چه یوازي یوه ورځ ورته پاتي ده راکمه شي .جنرال کمیا د مخالفینو له خواه وروستیو ځان مرگو بریدو ته په اشاره وویل چه دا د هغوئ د ناتواني نښي دي ځکه د افغانستان پارلماني ټاکني په ډیره ارامه او سمه توگه تر سره شوې نو ځکه اوس طالبان او القايده له افغان دولت او د هغوئ له ایتلافي ملگرو سره د جگړې توان نلري نو په داسي ناځوان مردانه بریدو لاسه پوري کوي چه د داشان بریدو زیات تلفات ملکي وگړو ته ا وړي .د دې امریکایي قومندان دا څرگندوني په داسي حال کښي څرگندیږي چه یوازي دوه ورځي وړاندي بیا د امریکایي سرتیرو په کاروانو د افغانسان په سویل ا و ختیځ کښي ځانمرگي بریدونه تر سره شوي وو او پکښي 3 تنه امریکایي پوځیان مړه او 5 نور تپیان شوي وو .د شمالي اتلانتیک ناټو تړون پریکړه کړې چه یوازي 6000 تنه نوي سرتیر ي به د ا فغانستان په سویل کښي ځای پر ځای کړي او پاتي 10000 پخواني به د شمال او سویل امنیتي حالت وڅاري . ",د ناټو تړون ځواکونه به د افغانستان سویل ته وغزيږي 466,," جلالزی د روسیه د اټومي انرژۍ سازمان ریس به د فبروري میلادي میاشتت په سر کښي ایران ته سفر وکړي  د روسې ایترتاس خبري آژانس په رپوټ د روسیه د اټومي انرژۍ  د مطبوعاتو مسول سرگي نویکو ویلی ښاغلی ریس سرگي کرینکو به په فبروري میاشت کښي تهران ته ولاړ شي او د بوشهر له اټومي بتۍ نه به هم لیدنه وکړي چه دم گړی د ایراني او روسي کارپوهانو په مرسته تر کار لاندي نیول شوې ده . امریکا په وار وار اخطار ورکړی چه د ایران د اتومي انرژۍ پیاوړتیا به د نړۍ ثبات گډوډ کړي خو ایران په وار وار ویلي چه د دوی اټومي پروگرام د سولیزو مقاصدو لپاره دۍ او د ایران د بهرنیو چارو وزیر منوچهر متکي بیا په خپل سفر کښي چه تیره اونۍ یې افغانستان ته تر سره کړ ټینگار وکړ چه امریکا دروغ وایي او دوی هم غواړي چه د امریکا په شان اټومي انرژۍ پیاوړې کړي او دا د دوی مسلم حق دی . ",د روسیه د اټومي انرژۍ سازمان ریس تهران ته ځي 467,," جلالزی جورج ډبلیو بوش له افغانستان او امریکا سره یو ځل بیا د دیموکراسۍ په ټینگښت ټینگار وکړ  نوموړي چه د 2006 میلادي کال د رارسیدو په ویاړ خبري کولې وویل چه دیموکراسي اوس په افغانستان او عراق کښي ډیره ځوانه ده او هر امریکایي به له افغانستان او عراق سره په دې لار کښي مرستي وکړي . بوش وویل چه په افغانستان کښي د خپلواکو ټاکنو تر سره کیدل داښیی چه دا هیواد د ډیموکراسۍ سخت لیوال دی او په دې لار کښي د نړیوالو هیوادو ملاتړ لري ",بوش د افغانستان سره پر خپلو مرستو ټينګار وکړ 468,حقمل," د افغانستان دسوداګرى وزير هدايت امين ارسلا هيله ښودلې ،چې افغانستان به د ٣ کلونو په بهير کې د نړيوالې سوداګرۍ ټولنې غړيتوب ترلاسه کړى . ددغې ټولنې د غړيتوب له پاره د افغانستان هلې ځلې په داسې مهال کې ګړنديتوب موندلۍ دى ، چې دنړۍ څه ناڅه ٢٠ نور هېوادونه هم ددغې ټولنې د غړيتوب له پاره هڅې کوى .د سعودى عربستان او چين هېوادونه لس کاله کيږى چې ددغې ټولنې د غړيتوب د ترلاسه کولو له پاره هلې ځلې کوي .دغه ټولنه ١٥٠ غړى لرى . ارسلا چې ددغې ټولنې په کلنۍ غونډه کې له ګدون وروسته ،خبرې کولې ،وويل چې دغړيتوب له پاره به ځينې اصلاحات د افغانستان د سوداګرۍ په قانون کر رامنځ ته شى ،ځکه د سوداګرى په نړيواله ټولنه کې د غړيتوب ترلاسه کولو يو بنسټيز شرط د سوداګرۍ د قوانينو اصلاحات دى . ",د نړيوالې سوداګرۍ د ټولنې دغړيتوب له پاره هڅې 469,حقمل," دغه ښارګوټۍ چې په ١٣٠٠ جريبه ځمکه کې جوړيږى د ٣٠٠٠کډوالوکورنيو له پاره د کورونو د جوړولو د ويش ځمکه په پام کې نيول شوې ده . د دغه ښارګوټى د جوړولود بنسټ ډبره د افغان چارواکو له خوا نن د زابل ولايت په مرکز قلات کې کيښودل شوه . د چارواکو پروينا تراوسه کابو ١٠٠٠ کورنيو د ځمکې د نمرې د ترلاسه کولو له پاره نومونه ليکلى دى . ",د کډوالو له پاره ٢٥ ښارګوټۍ په زابل کې جوړيږى . 470,حقمل," ټاکل شوې ده د ولسى جرګې غړى په نننۍ غونډه کې د خلکو پر ستونزو او دهغو د اوارولو په لارو چارو خپلې خبرې او بحٍث پيل کړى . د ولسى جرګې غړو په پرونۍ غونډه کې د ١٢ کميسيو نو په جوړولو سره پس له يو اوږد بحث او خبرو سلا شول . مخکې له دې څخه يې ٦ نور کميسيونونه هم تصويب کړى وو . همدا شان د مشرانو جرګې په پرونۍ غونډه کې دداخلى دندو اصول تصويب شول . ",ولسې جرګه به نن د خلکو پر ستونزو خبرې پيل کړى . 471,حقمل," د پاکستان د کورنيو چارو پخوانى وزير جنرال نصيرالله بابر وايى چې زما سره د افغانستان تاريخى اثار نه شته او که وى هم ،هغه د شينواري مارکيټ څخه اخيستل شوى . دى زياتوى د شينوارى مارکيټ او قصه خوانې بازار پر دغو اثارو ډک دى . بابر وايې هرڅو ک چې ادعا لرى ،چې زما سره دافغانستان تاريخى اثار شته ،نو را دې شى زما کورته،او ودې ګورى هرڅه مخاخ پراته دى، او که څه وى د شينوارى مارکيټ څخه رانيول شوى او زموږ ملک په دغو اثارو لکه مله کنډ،صوات ، باجوړ پرې ډک دى . ده د افغانستان د اطلاعاتو ،فرهنگ او توريزم د وزير داکتر رهين دليک په هکله وويل ، چې ماته نه دى رارسيدلۍ ؟ داکتر رهين د يورسمىليک په استولو سره له جنرال بابر څخه غوشتنه کړې وه چې د افغانستان هغه تاريخى اثار چې دى يې په واک لرى دافغانستان ملى موزيم ته بيرته ستانه کړى .په دريو لسيزو کې د افغانستان فرهنګى شتمنيو او تاريخى او لرغونو اثارو ته ډير زيان رسيدلى او ډير شمير يې بهر ته قاچاق او ليږدول شوى دى .په تيرو کلونو کې څو ځلې د افغانستان د ننه او بهر په ځينو کړيو کې څرګنده شوې وه چې جنرال بابر د افغانستان يو شمير تاريخى اثار په خپل شخصى موزيم کې چې دى ور سره ډيره مينه لرى، له ځان سره لرى .جنرال بابرچې د طالبانو نيږدې دوست پاتې شوى وو، دانه منې چې طالبانو ده ته د افغانستان يو شمير تاريخى اثار د سوغات په ډول ورکړى دى . ",جنرال بابر: ما سره د افغانستان تاريخى اثار نشته . 472,حقمل," د بغلان ولايت پوليسودا خبره منلې چې د پلخمري په ښار کې د اغاخان د موسسى د وړو پورنو د يو بانک له دفتر څخه ٦٩ زره ډالره او يو ګرځنډه تلفون غلا شوى دى . پوليس وايې په دې اړوند يې پلټنې پيل کړى دى . ",په پلخمرى کې د بهرنۍ موسسې يو دفتر لوټ شو . 473,حقمل," د ٢٠٠٦ کال د لومړۍ ورځې په شنه سهار د عراق په پلازمينه بغداد کې ٤ سختى چاودنې شوى دى ،د لومړنيو رپوټونو له مخې په دغو چاودنو ٨ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى او يو شمير نور ټپيان او ژوبل شوى دى . د پوليسو د وينا له مخې ددغه بريدونو ډيره موخه د پوليسو د ګزمې هغه موټر وو چې د نوى کال په لومړى ورځ يې د امنيت د ساتلو په موخه پر خپلو امنيتى ګزمو کې زياتوالۍ راوستلۍ وو .له عراق څخه په يو بل خبر کې راغلى چې ٣نورې چاودنې هم شوى دى او دوژل شويو شميره ١١ تنو ته تر دې ګړۍ رسيدلې ده .په سهارنۍ چاودنو کې يو شمير هوټلونه ته هم زيان رسيدلى دى . ",په بغداد کې څلور چاودنې شوى دى . 474,حقمل," له کابل څخه د حقمل لنډراپور   د نړۍ ميليونونو انسانانو د خوښۍ او خوښالۍ په ډکو شيبوکې د ٢٠٠٦ زيږديز کال لومړۍ ورځ ، تيره شپه په جشنونو ، اورلو بو او نورو کلتورى او دوديزورواجونواوشاندارو ميلوپه جوړولو سره و لمانځله . ميليونونو انسانو د نوى کال له لومړۍ ورځې څخه په داسې مهال تود هرکلې وکړ چې ډيره انسانان به د سونامۍ سمندرى طوفان،او دپاکستان او هندپه سرحدى سيمو کې دخونړۍ زلزلې ترخه او نه هيريدونکى يادونه د تل له پاره په خپلو سينو کې ژوندى وساتى ، د مکسيکو سيلابونو او طوفانونو، دلندن چاودنو او په عراق کې اخ او ډب او تاوتريخوالى هم د نړۍ انسانان په غمجنو حالاتو کې پريښودل .په افغانستان کې هم يو شمير بهرنيانو په ځانګړو ناستو سره ددې ورځې هرکلۍ وکړ او د نوې زيږديزکال له لومړيو شيبو سره سم په کابل او د هېواد په يو شمير نورو سيمو کې د واورې سپينو بڅرکو په اوريدو پيل وکړ . له دې ورځې سره سم له بريتانيا څخه د اوروپايى ټولنې مشرتوب اطريش په غاړه واخيست او د هسپانيا حکومت پر عامه ځايونو کې پر سګرټ څکولواو دودولو بنديز ولګاوه . په همدغه مهال کې چې د نړۍ گڼ شمير انسانانو د سدنى په ارام سمندر کې د اورلوبو ميله پيل کړه او داروپا په زړه د لندن په ښار کې د بګ بن سترې او تاريخىگړۍ زنګونه په ترنګيدو شول د غزې په ترانګړه کې د ملګرو ملتونو په يوه کلوپ کې چاودنه وشوه او دنوې کال دلومړۍ ورځې په سهار د بغداد ښار سختو چاودنو ولړزاوه .د فرانسې په ځينو ښارونو کې هم مستو ځوانانو د خپلو ميلو او ساتيريو په ترځ کې ٤٥٠موټروته اور واچاوه . له دې سره جوخت د مسکو له لورى اوکراين ته دغزيدلى ګاز د نل ليکې د تړل کيدو او بنديدو کار هم پيل شو .   ", په جشنونواوميلو سره دنوى زيږديز کال هرکلۍ وشو 475,,"   نن له غرمې مخکې دالجزیرې تلویزیون دافغانستان دفتر خبریال ولي الله شاهین ورسره کمره وال سید ناصر هاشمي او موټر چلونکی محمد اغا چې غوښتل یې راپور دهغه څه په اړه چې دولت غواړي دکابل ښار واټونه کوم چې دامنیتي تدابیرو دخوندي کولو پر موخه تړل شوي پراخه کړي، د تصویر دبرابرولو پر موخه دامریکایي ځواکونو له لورې زنداني شوي. امریکایي ځواکونه ددغه خبر په اړه وایي چې دوی حق نه درلود تصویر واخلي خو ولې داالجزیرې خبریالان په کابل کې داکار دبیان دازادۍ په وړاندې ستر تیری گڼي.  امریکایي ځواکونو له گرویږنو وروسته دالجزیرې تلویزیون دغه خبري ټيم افغان امنیتي سرتیرو ته وسپاره چې دموضوع په اړه افغان امنیتي سرتیرو دځان ناخبري او ددې کار غندنه وکړه. دیادونې وړ ده چې په افغانستان کې خپلواک ژورنالستان له پیښو، تهدیدونو او ان له وهلو سره هم پدې وروستیو کې مخامخ شوي. ",په کابل کې دالجزیرې تلویزیون خبریال امریکایانو بندي کړ. 476,حقمل," په پکتيا کې پوليسو د ددغه ولايت د سيدکرام ولسوالۍ په اړوند سيمه کې ٨٠ کيلو ګرامه چرس نيولى دى .د پوليسو پر وينا دغه چرس بهر ته د قاچاق او ليږد په موخه په بوجيو کې ځاى پر ځاى شوى وو .پوليسو په دې اړوند څوک نه دى نيولى خو وايې چې پلټنې يې په دې هکله پيل کړى دى . ",په پکتيا کې ٨٠ کيلو ګرامه چرس نيول شوى دى . 477,حقمل," ددفاع وزارت ځواکونو د يو لړ عملياتو په ترځ کې تيره ورځ د هلمند ولايت د ګرشک په سيمه کې ٣ تنه وسله وال له دوو کلانشيکوفونو او بمونو سره يو ځاىنيولى دى . د دفاع وزارت د يو چارواکى د وينا له مخى نيول شويو کسانو ددغه ولايت په وروستيو بمى چاودنو کې هم لاس درلود . ",ددولت ٣ مخالف وسله وال نيول شوى دى . 478,جلال امېرخېل," افغان ادبي بهير د ۱۳۸۴ لمريز لېږديز كال د مرغومي په دريمه نېټه د  يكشنبې په ورځ دسلطان شهاب الدين غوري لېسې په انګړ (جهانګير اباد) كې خپله اونيزه غونډه د ښاغلي ميرويس چكنوري په رياست كې تر سره كړه چې ځانګړى مېلمه ېې استاد فضل مولا ٰ توره كى ٰ و او د وياندوۍ چارې احمد شاه وردګ تر سره كولې جلال امرخېل - پېښور - پښتونخوا  افغان ادبي بهير د ۱۳۸۴ لمريز لېږديز كال د مرغومي په دريمه نېټه د  يكشنبې په ورځ دسلطان شهاب الدين غوري لېسې په انګړ (جهانګير اباد) كې خپله اونيزه غونډه د ښاغلي ميرويس چكنوري په رياست كې تر سره كړه چې ځانګړى مېلمه ېې استاد فضل مولا ٰ توره كى ٰ و او د وياندوۍ چارې احمد شاه وردګ تر سره كولې غونډه د ښاغلي رفيع الله عطا له خوا د قران كريم د څو مباركو ايتونو په تلاوت سره پرانستل شوه ،ورپسې د تېرې غونډې راپور چې مجيب الرحمن انګار ليكلى و د جلال امرخېل له خوا واورول شو په راپور د خبرو كولو غوټه نصرت الله الهام پرانسته او وې ويل : دا خو هماغه راپور و چې انګار صيب ټول افغان پاڼې ته ليكلى و ، دا چې امرخېل د بهير ګذارش ليكونكى دى بايد خپله ېې يو راپور برابر كړى و ،وردګ صيب يي د خبرو تاييد وكړ ، عطا صيب له انګار صيب نه مننه څرګنده كړه چې زموږ د غونډې راپور ېې د انټرنېټ له لارې خپور كړ . په راپور تر خبرو وروسته د نصرت الله الهام غزل كره كتنې ته وړاندې شو مطلع : يو څوك زما د زړه كور كې اباد راسره دى ضمير مې دى بس سم لكه نقاد راسره دى امرخېل د بس او سم د تورو تر منځ د س تورى ستونزمن وباله او د بس د توري راوستل ېې روغ ونه باله وردګ صېب د بس تورى تاكيدي وباله ، عطا صيب هم تاكيدي تورى وباله او ويويل چې ضرورت هم ورته شته او كومه ستونزه نه راپيدا كوي ځكه چې ډېر روان بيت دي ، توره كي صيب په بيت كې عارفانه تجاهل ته نغوته وكړه عطا صيب وويل : تجاهل نه دى ځكه چې شكاره كړى ېې دى ، عارفانه تجاهل كې شاعر يو شى ښه پېژني خو ځان ورباندې ناګار اچوي لكه په دې بيت كې : دا بورا دى چې پر پاڼه د ګل ناست دى كه پر مخ د ګل اندام ده توره زخه وردګ  صيب د عطا صيب د خبرو په تاييد ضمير د انسان سره تشبه وباله دولت شاه مجاهد د راسره دى كليمې پرځاى د  راسره اوسي كليمه غوره وګڼله چكنوري صيب وويل كه داسې شي نو بيا به ټول رديف بدل شي اونورو بيتونو ته به  يوه لويه ستونزه راولاړه كړي لومړى بيت :  زما غزل به څنګه پورته و نه كړي پرواز وزر چې د سپسڅلي انتقاد راسره دى امرخېل په لومړۍ نيم بيتۍ كې يو څپه كمه وبلله عطا صيب وويل كه د څپو پوره كول شرط وي نو بيا سمه ده او څپه ېې بايد پوره شي او كه د بيت د شكلا لپاره وي نو بيا خو بيت په خپل ځاى سم دى ، ګړندي صيب د څپو پوره كول د شعري تلازماتو له مخې شرط وباله او نيم بيتۍ ېې په دې ډول سمه كړه زما غزل به څنګه پورته نه كړي پروازونه مجاهد صيب سپيڅلي انتقاد ته نغوته وكړه چې انتقاد كې سپيڅلى او نا سپيڅلى څنګه وي ؟ توره كي صيب وويل : كه څوك په يوه خرابه لاره روان وي او موږ يي ورنه منې كوو كه ېې په ښه ډول منې كړو او په نرمه ژبه يي پوه كړو چې دا كار دې ناوړه دى نو انتقاد به موسپېڅلى وي او كه يي په ناوړه الفاظو ورته ووايو نو انتقاد به مو سپيڅلى نه وي دوهم بيت : دا زه چې د غره كاڼى سر ته كېږدمه ويده شم يوازې نه يم خدايږو ټول هېواد راسره وي محبوب صېب بيت تاييد كړ او وي ويل چې د وطن پالنې ښه ژور احساس په كې نغښتى دى وردګ صيب بيت ښكلى وباله او وي ويل : شاعر چې دومره خاكساري اختياروي نو په دې هم مطمئن دى چې يوازې نه دى ټول هيواد ورسره دى ، توره كي صيب وويل : غر د مقاومت سمبول دى او بل د غر كاڼى هم ډېر كلك او وچ وي چې هر څوك ېې تر سر لاندې نه شي ايښودى نو په خاطر يو ښه انځوريز او سمبوليك بيت دى   دريم بيت : ستا مړه مړه كاته تل زما د زړه كلي كې مېشت وي كه ته نه ېې جانانه نو ستا ياد راسره دى   توره كي صيب د مړه كاته پر ځاى د خواږه كاته د راوستلو نظر وړاندې كړ ، مړه كاته ېې د ملامتۍ نښه وبلله  د خپلې خبرې د روښانه كولو لپاره ېې وويل كه چېرې څوك چا ته پړ او ملامته وي نو ورته مړه مړه ګوري او مقابل جانب بيا ورته وايي چې څه مړه مړه راګورې محبوب صيب او وردګ صٍيب مړه كاته په خپل ځاى شه وباله او دا يي يوه اولسي او فولكلوري اصطلاح وبلله څلورم بيت : منم چې فولادي كړۍ زموږ پښو كې پرتې دي غم ونه كړئ ملګرو چې جهاد راسره دى محبوب صيب وويل : فولادي كړۍ د استعارې په شكل راغلي په بيت كې ښه ذهني كوښښ ليدل كېږي او د يوه ښه فكري جهاد پيغام ېې رسولى ،وردګ صېب وويل : په بيت كې يو ډول تسل او د بيدارۍ غږ هم ليدل كېږي چې حوصلې بايد ونه بايلل شي كه هر څو مو يرغلګر پښو ته فولادي كړۍ جوړوي بايد موږ په جهاد تكيه وكړو . په غزل تر خبرو كولو وروسته الهام صيب د مننې په ترڅ كې وويل : ګومان مې نه و چې دومره خوږې او تودې خبرې به ورباندې وشي زه د ګډونوالو له لارښوونو او وړانديزونو نه مننه كوم دلته د مړه مړه كاتو خبره وه چې مړه بايد په خواږه بدل شي ، مړه كاته خپله خواږه وي او د سپيڅلي او نا سپيڅلي انتقاد په اړه دومره ويل غواړم چي هغه انتقاد چې اصلاح راولي سپيڅلى دى او هغه چې تخريب منځ ته راوړي نو سپيڅلى نه دى د كره كتنې د پاى ته رسېدو سره سم ازاده مشاعره وشوه د غونډې ريس په غونډه خپل نظر داسې وړاندې كړ : زه د بهير له ګډونوالو نه مننه كوم چې ما ته يي د رياست چارې راوسپارلې ، ما له نن نه څو كاله پخوا په دې ډول ادبي غونډو كې ګډون كاوه خو دا ډير وخت مې د مشكلا تو له مخې نه شواى كولاى چې په ادبي غونډو كې دې ګډون وكړم خم ننۍ غونډې زما ذوق ډير تاند كړاو تر دې به وروسته كه د خداى رضا وه په ادبي غونډو كې ګډون كوم ننۍ غونډه له هر پلوه پوره وه او د بهيروالو نه هم هيله لرم چې خپلې غونډې لا تاندې او ښكلې كړي تر څو خپلې ټولنې ،ژبې او كولتور ته د چوپړ مصدر وګرځي  غونډه چې د ماسپښين په درې بجو پيل شوې وه د ماښام په پنځه بجو په اختتامي دعا سره پاى ته ورسېده ، پريكړه وسوه چې راتلونكې غونډې ته به ښاغلۍ واحدالله خاكسار خپل نثر كره كتنې ته وړاندې كوي  په غونډه كې دغو ښاغليو ګډون درلود : محمد عباس حبيبي ، فضل هادي شهيد ، عبدالله غورځنګ ، اسدالله ، عبدالجلال سرحدي ،محمد نبي شاهين ، سيد نقيب الله سحر ، حاجي ميرويس چكنوري ، استاد اقا محمد ګړندي ، ډاكټر رفيع الله عطا ، حاجي احمدشاه وردګ ، نصرت الله الهام ، حيات الله يوسفزي ، دولت شاه مجاهد ، واحدالله خاكسار ، حميدالله احمدي ، محبوب الله محبوب ، قاري هدايت الله هجران ،احمدالله احمدزي ، سردار محمد نورزي او جلال امرخېل .     ",پېښور کي د افغان ادبي بهير غونډه جوړه شوه 479,," ", 480,حقمل," د کورنيو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ددفتر يو چارواکى په هند کې د يو شمير افغانانو دبندى کولو خبرورکړ او زياته يې کړه چې د هند پوليسو د دوو مياشتو په بهير کابو ١١٣ تنه افغانان د نيښه يې توکو د قاچاق په تور نيولى دى . له دې څخه وړاندى د کابل هوايى ډګر د سرحدى پوليسو مشر هم په ډاګه کړه چې ٣ ميرمنى او يو نارينه يې بهتر ته د نيشه يې توکو د ليږد په تور نيولى دى . ده وويل څلورواړه نيول شوى کسان افغانان دى او يو يې د اريانا افغان هوايى شرکت کارکونکى دى .د کورونيو چارو وزارت چارواکې وويل، يو شمير بهرنيان په جعلى اسنادو سره د نيشه يې توکو د قاچاق په موخه افغانستان ته را داخل شوى دى . ده هيله څرګنده کړه چې په هند کې د نيول شويو کسانو له ډلې څخه به ١٣ تنه په نيږدې راتلونکې کې د افغانستان امنيتى چارواکو ته وسپارل شى . په وروستيو کې د نيشه يې توکو د قاچاق او توليد په وړاندې د افغان امنيتى چارواکو مبارزه سخته شوې ده او په دې اړوند څو تنه بهرنيان هم د کابل هوايى ډګر دسرحدى پوليسو له خوا نيول شوى دى .له دې وړاندې افغان چارواکو انديښنه ښودلې وه چې د افغانستان د ننه په نيشه يى توکو د روږدو کسانو شميره هم مخ پر زياتيدو ده او کابو يو ميليون کسانو ته په رسيدو ده . له بهر څخه راتلونکې يو شمير افغان کډوال هم په نيشه يى توکو روږدى شوى دى . د کورنيو چارو په وزارت کې د نيشه يى توکو په چارو کې مرستيال جنرال داود وايى چې د افغانستان له يو شمير هوايى ډګرونه د نيشه يى توکو د قاچاق په توګه گټه اخيستل کيږى او په روان کال کې په لسګونو تنه قاچاق چيان او ١٢٠ټنه نيشه يى توکې نيول شوى دى . دى وايې په راتلونکې کال کې به د نيشه يى توکو د قاچاق په هکله بشپړ رپوټ وړاندې کړي . ده د څلورو تنو پوليسو دنيول کيدو خبره هم وکړه او وايى چې چين او دوبۍ ته د هوايى ډګر له لارې نيشه يى توکى قاچاق کيږى. ",په هند کې ديوشمير افغانانو نيول . 481,حقمل," د حج او اوقافو وزير نعمت الله شهرانى پرون د يوې خبرى ناستې په ترځ کې د دولت يو شمير لوړ پوړى چارواکى چې د حج اداکولو په موخه عربستان ته تللى دى په هغه هېواد کې د افغان حاجيانو تر مينځ په يو شمير ګډوډيو تورن کړل او زياته يې کړه چې د خپل دولتى موقف څخه په استفادې سره يې د اوسيدو له پاره د جلا خونو ، ټلفونو ،موټرو او دجامو پرمينځلو دماشينو غوښتنې درلودې . ده وويل د دغه کسانو داډول لوړې غوښتنې د نورو افغان حاجيانواو د حج د مراسمو ترمينځ ګډوډى‌ او بې نظمى رامينځ ته کړې ده .شهرستانى د يو شمير نوروافغانانو يادونه هم وکړه چې د تجارت په موخه هلته تللى دى ، ده د دغو کسانو شميره څه ناڅه ١٠٠٠ کسان وبلل او زياته يې کړه چې دا کسان له مختلفو بانډو سره اړيکې لري .شهرانى په ټوليزه توګه د افغان حاجيانوحالت د تير و کلونو په پرتله ښه وباله ، زياته يې کړه چې لازمې اسانتياوې ورته برابرې شوى دى . ده دا خبرې په داسې وخت کې کولىې چې د سعودى عربستان له سفر څخه نوى راستون شوى وو. د يادونې وړه ده چې تر اوسه پورې لس تنه افغان زيارت کونکې په سعودى عربستان کې په حق رسيدلى دى . سږ کال ٢٥٠٠٠ افغانان د حج د اداکولو په موخه عربستان ته تللى دى . . ",پر يو شمير لوړ پوړو چارواکو د حج د وزيرنيوکې . 482,حقمل," په کابل کې د الجزيرې ټلويزين خبريال ولى الله شاهين له خپلو ملګرو سره له ٨ نيم ساعتو بند ورسته پرون ماښام بيرته خوشى شو. دوې پرون سهار هغه وخت د امريکايى ځواکونو له خواو نيول شول چې د کابل ښار د تړل شويو واټونو په اړوند يې ټلويزونى رپوټ برابروو .له يونيم ساعت بند ورسته دوى افغان پوليسو ته سپارل شوى وو . ",په کابل کې د الجزيرې ټلويزيون خبريال خوشۍ شو . 483,حقمل,"   د امريکا په لاس انجلس کې د افغان وتلى هنرمند او سندرغاړى فرهاد دريا کنسرت چې دنوى زيږديز کال په ياړد يکشنبې پر شپه جوړ شوى وو ،هغه وخت نيمګړى پاتې شو، چې رغتون ته درملنې له پاره په بيړه وليږدول شو .فرهاد دريا چې دا مهال له درملنې روسته له روغتون څخه وتلۍ وايې ، رغتيا يې ښه ده اود څښاک په اوبو کې ورته زهر اچل شوى وو . دى وايى ،که چيرې د زهرو اندازه زياته واى ممکن د ستيج په سر له مينځه تللى واى .په روغتون کې دده په وينه کې د زهرجنو توکو اثار په ګوته شوى دى او پوليسو په دې هکله خپلې پلټنې پيل کړې دى . د رغتون د رپوټ پر بنسټ فرهاد مسموم شوى وو .فرهاد وايى هغو کسانو چې نيت درلود چې زه ٢٠٠٦ کال و نه ينم ، هدف ته ونه رسيدل .دريا زياته کړه چې د کنسرټ له پيل څخه يې مخکې ډيرې اوبه چښلې او نه پوهيږى چې په څه ډول ورته زهر ى توکى په اوبو کې اچول شوى . دى په دې عقيده دى چې دا کار دافغان دى .فرهاد په دغه کنسرټ کې چې له لرې او نيږدې څخه په سلګونو افغانان راغلى او راټول شوى وو يوازې دوه نيم ساعته سندرې ويلې چې دې په خپله ورڅخه راضى نه بريښى . ",د هېواد وتلى هنرمندفرهاد دريا ته زهر ورکړ شوىوو . 484,حقمل," د هغه تړون له مخې چې د افغان چارواکو او نړيوال بانک د استازې ترمينځ لاسليک شو ،د ٢٣ ميليونو ډالرو په لګښت د تالقانو - کشم سړک چې ٦٨ کيلومتره اوږدوالۍ لري د ١٨ مياشتو په بهير کې د هندى او استراليايى کمپنيو له خوا په بنسټيزه توګه جوړيږى . ",د تالقانو او کشم سړک جوړيږى . 485,حقمل," افغان ولسمشر حامد کرزى پرن له غرمې روسته د امريکا د کانګرس له هيات سره وکتل . په کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادنو د علاقې وړ په يو شميرمسايلو خبرى کړى دى او دهيات مشر د ملى شورا د جوړيدو په هکله افغان ولسمشر ته مبارکى وويله . کرزى د امريکا دمرستو د مننې په څرگندونې سره ، هغه پرمختګونه چې په تيرو څلور کلنو کې په افغانستان کىرامينځ ته شوى ، د نړيوالې ټولنې او د امريکا له مرستو پرته ناشونى و بلل .کرزى دهغه ستراتيږيکى تړون له مخې چې د امريکا او افغانستان تر مينځ لاس ليک شوى له افغانستان سره د امريکا د مرستو ددوام غوښتونکۍ شو . ",کرزى د امريکا د کانګرس له هيات سره وکتل . 486,حقمل," په هغه چاودنه کې چې د ١١ بجو پر شاوخوا کې نن د کندهار په ښار کې رامينځ ته شوه يو کس وژل شوى او دوه تنه ټپيان شوى دى . چاودنه د کندهار ښار د پنځمې ناحيې د ده خواجک باباپه سيمه کې شوې ده . د کندهار والى دا يوځان وژونکۍ بريد بللۍ چې په کې ځان وژونکى مړ او يو ماښوم او يو ښځه هم ټپيان شوى دى . چاودنه په يو ټکسى موټر کې شوى ده . دعينى شاهدانو دخولې ، د ځان و ژونکى مخه په امريکايى موټرو بريد وو چې له دغې سيمې تيريدل . په بريد کې يو فوځى ګادى هم ويجاړ شوى دى . طالب اورپکو ددغه بريد مسوليت منلۍ او ايۍ چې په دغه بريد کې يې پنځه تنه امريکايان وژلى دى . د امريکايى ځواکونو يو ميشت خبر ځاى په دغه پېښه کې د يو امريکايى ټپى کيدل منلى او وايى چې په روغتون کې تر درملنې لاندې دى او حالت يې ښه دى . ",د قندهار په ښار کې چاودنه وشوه . 487,,"   نن له غرمې مخکې دکندهار ښار په دوه لارې دخواجک په سیمه کې ځان وژونکی برید شوی چې لامله یې یو ماشوم اویوه میرمن ټپیان شوي. داسې ښکاري چې دځان وژونکي موخه دتیریدونکي امریکایي ځواکونو کاروان وه چې ونه توانیده ځان ور ورسوي. دکورنیو چارو وزارت ویاند یوسف ستانیزی بینوا ویبپاڼې ته دپیښې پخلی وکړ او دڅېړنې لپاره یې دکار دپیل خبره هم وکړه. کندهار تل له ورتو پیښو سره مخ شوی او دچارواکو په وینا داکارونه دهیواد ددښمنانو کارونه دي. ",کندهار کې ځان مرگی برید شوی. 488,حقمل," ٤١ کلنې انګريزى ميرمنې شارن تيندلر له ٣٥ کلن دلفين سره چې سينډى نوميږى د اسرائيلو د غټو کبانو(دلفينانو) په يو روزنيز مرکز کې د واده مراسم د يو لوى جميعت په وړاندې تر سره کړل .د واده په دې مراسمو کې زوم ناوې ته ګوتې ور په ګوته نه کړه خو ناوې يو لوى کب د دزوم په خوله کې ورکړ .دلفين يو بحري حيوان دى چې ځينې ورته غټ کب هم وايى .دلفينان له انسانو سره ډير زر روږدى کيږى . دغه ميرمن چې د راګ موزيک جوړه ونکې او دډيرو شتمنيو خاونده ده وايې ،چې ١٥ کاله کيږى له دغه سپين دلفين سره مينه لري .د اسرائيلو دقانون ا ومذهبى قوانينو له مخې دا ډول ودونه جواز نه لري ، خو دا لا نه ده څرګنده چې دغې ميرمنې له کومې لارې او څه ډول له دلفين سره د خپلې کوږدې اجازه تر لاسه کړې ده . په نړۍ کې دا لومړۍ ځل دى چې يوه ميرمن له يو حيوان سره واده کوي .انګريزې ميرمن چې اوس په اسرائيلو کې ژوند کوى ددغه واده څخه ډيره خوشاله او راضى بريښيده . ",له دلفين سره د يوې انګريزې ميرمنې واده وشو . 489,حقمل," له پنځو ورځو راهيسې په هرات کې بريښنا نشته او د يو شمير فابريکو او دولتى ادارو کارونه په ټپه دريدلې . د بريښنا د چارواکو پر وينا د بريښنا هغه غزيدلى مزۍ چې له ترکمنستان څخه هرات ته غزيدلۍ په يوه سيمه کې د وسلو په مردکيو او په بله سيمو کې دواورې د سخت اورښت له کبله پرې شوى دى. چارواکو دا هم منلې چې ممکن ددولت مخالفينو په خپل بريد سره دغه مزى پريکړۍ وى .دوى منلې چې د بياجوړولو په برخه کې يې کار پيل کړى دى . د بريښنا دا مزۍ په داسې وخت کې پرې کيږى چې د کابل په پلازمينه کې کابل ښاريان هم د بريښنا له پلوه ډيرې ستونزې لري او دبريښنا وزارت د کار او فعاليت څخه سر ټکوى .پرون د بريښنا وزارت يو شمير چارواکو بيا يوې خبرې ناستې ته وويل چې اوس مهال د کابل ښار په سلو کې ٧٥ فيصده سيمې بريښنا لري . دوې دا هم وويل چې په مرکز او ولاياتو کې د بريښنا ډير ملکيتونه او جايدادونه د غير مسولو ټوپکيانواو زورواکو له خوا غصب شوى دى . دو ى وويل چې لا هم داسې کسان شته چې پرته له ميتره د بريښنا څخه په غيرقانونى توګه ګټه اخلى . خو اکثره اوسيدنکى د بريښنا وزارت د مشرتابه او کارکونکو هلې ځلې نا کافى بولې او وايې چې د بريښنا په برخه کې يې د پام وړ داسې کار او خدمت نه دى تر سره کړى چې کابل ښاريان پرې اسوده شى . ",د هرات اوسيدونکې له بريښنا څخه بې برخې شول. 490,حقمل," د زابل ولايت مرکز قلات ته څيرمه د لارې يو ساتونکۍ په يو وسله وال بريد کې ټپى شوى دى . بريد کونکې د پېښې له ځاى څخه تښتيدلى دى .ځايى پوليسو د دغه اود ابن سينا د روغتيايى له کلنيک څخه د يو موټر د غلا په تور ٨ تنه شکمن کسان نيولى دى او وايى له دوى څخه په دې اړوند پوشتنې روانې دى. پوليسو غلا شوى موټر له يوې وسله والې نيښتې ورسته بيرته لاس ته راوړۍ دى .دساتونکى روغتيايى حالت اوس مهال د ډاډ وړ بلل شوى دى . ",د لارې يو ساتونکۍ په يو بريد کې ټپى شوى . 491,حقمل," د مايوت د جزيرې يوې ٢٥ کلنې ميرمنې د نوى زيږديز کالې پر شپه خپل ماشوم د الوتکې د لاس مينځلو په خونه کې دنيا ته راوړ . لومړۍ د الوتکې ميلمه پاله په دغه زيږد خبره شوه . ماشوم د الوتکې د يوې ميلمه پالې له خوا په يوه ټوټه کى نغښتل شوى وو او په الوتکه کې يو ډاکتر د نوى پيدا شوى ماشوم دنوم غوڅولو کارپه بريا سره تر سره کړ .دغه الوتکې د فرانسې د ليون له ښار څخه د انو نيون د جزيرې په لور الوتنه درلوده . ماشوم او دهغه مور چې روغتيا يې حالت يې د انديښنې وړ نه وو د انونيون په جزيره کې د الوتکې له کيناستو وروسته روغتون ته ليږدول شوى دى . ", يو ماشوم په الوتکه کې د الوتنې پرمهال و زيږد. 492,,"   له جلال اباده خپرېدونکې مهالنۍ تور غر مجله تازه له چاپه راوتې او دلوستونکو لوست ته چمتو شوې. دا دوهمه گڼه ده او له یو شمیر دیني، سیاسي، څيړنيز او کلتوري مطالبو سره خپریږي. دا مجله په جلال اباد کې دتور غر فرهنگي اوعلمي ټولنې له اړخه خپریږي؛ مشر یې عبدالعزیز غیرت او مسول مدیر يې عبدالواسع انتظار دی . ",دتور غر مهالنۍ مجله چاپ شوه 493,," ", 494, عبدالهادي حيران,"  عبدالهادي حيران څو ورځې د مخه مې د افغانستان د کندوز ولايت نه يو د ماما زوي، چې دوه مياشتې وړاندې يې له پېښور څخه کندوز ته کډه بار کړې وه، راغی او يوه ډېره عجيبه خبره ئې وکړه. هغه ووئيل "" په کندوز کښې خلق مونږ ته مهاجر وائي "". وروسته راته معلومه شوه چې د افغانستان په ځينيو نورو ولايتونو کښې هم هغه افغانان چې د جهاد پر مهال پاکستان ته رامهاجري شوي وو او اوس بېرته خپل هېواد ته تللي دي، خلق ئې د مهاجر په نوم بلي.  د ماما زوي مې راته ووئيل: "" په کندوز کښې د کرايې په يو دوکان پسې ګرځېدم چې د چانه به مې پوښتنه وکړه نو هغۀ به د پاکستان څخه ستنو شويو افغانانو ته کنځلې شروع کړې او وئيل به ئې (پاکستان نه د دې مهاجرو د راتلو سره هر څۀ ګران شوي دي.... قيامت ئې جوړ کړی دی)"". دې سره زما سترګو ته هغه ورځې نېغې ودرېدې چې د پېښور په کوڅو کښې د کرايې په يو کور پسې ګرځېدم او چې د چا نه به مې پوښتنه وکړه نو وبه ئې وئيل "" د دې مهاجرو داسې داسې وکړم............. هر څۀ ئې ګران کړي دي.....چې د کرايې کور خالي شوی نۀ وي دوئ نيولی وي........"". ډېرو افغانانو به په پاکستان کښې داسې خبرې اورېدلي وي. زمونږ يو محترم او مشر ملګری خو چې داسې خبرې واوري نو سمدستي د امريکې پخواني صدر ريګن ته بد رَد وئيل شروع کړي ځکه چې ريګن به هر وخت دا خبره کوله چې "" افغانانو د پاکستان او د امريکا حفاظت کړی دی"". خو اوس دا حال دی چې د دغو افغانانو حيثيت د امريکا په نظر کښې د ترهه ګرو دی، پاکستان کښې خو مهاجر دي چې په افغانستان کښې هم د مهاجر نوم ورپورې څړېښ دی. دا حال صرف د هغو افغانانو دی چې په يوه سپېڅلی جذبه ئې د جهاد او هجرت لپاره قدمونه پورته کړي وو او تر اخيره پورې په همدې حال کښې پاتې شول. کومو خلقو کښې چې په دې دواړو نعرو کاروبار کړی و او کوي ئې هغوئ خو په هر حال او هر بدلون کښې د خپل کاروبار لپاره لارې چارې پيدا کوي او خپل کار وباسي. غم صرف د هغو خلقو دی چې جهاد ئې هم وکړو، مهاجر هم شول، خوار و زار او در په در هم شول اواوس چې پاکستان نور د دوئ ""بوج"" نۀ شي برداشت کولی نو په خپل هېواد کښې هم ځاى نلري. څوک د کونړ په غرونو کښې د ژمي په دې يخو شپو کښې د بې وسۍ په کُومي کښې ژوند کوي او څوک د ننګرهار د حصار شاهي په دشتو کښې په خېمو کښې پراتۀ دي. او څوک چې په کندوز کښې خپلې زمکې او کورونه لري نو هغوئ هم ""مهاجر"" دي. ايا د مهاجرۍ دا ټکی به دې افغانانو سره لکه د خپل سيوري هر وخت اړ په هر ځا‌ى کښې ملګری وي؟؟؟. په پاکستان کښې پاتې او تر اوسه پورې مېشته افغانانو ته په دې ټکي غور او سوچ پکار دی. کۀ حالات هم په دې ډګر روان وي لکه چې دا اوس دي نو هغه ورځ هم راتلونکې ده چې پاکستان خو هسې هم دا افغانان دلته نۀ پرېږدي، افغانستان به هم ترېنه انکاري شي. خداى (ج) دې نۀ کړي چې داسې وخت راشي خو د حالاتو دا نښې نښانې همداسې وائي چې د ""مهاجر"" دا ټکی به مونږ دلته هم ورک کړي او هلته هم ورک!!!. يعنې نۀ د دين او نۀ د سادين.  د جدي په تېره شپږمه لکه د هر کله پشان په افغانستان کښې او له افغانستانه د باندې د جدي شپږمه وغندل شوه چې په دغه ورځ شوروي فوځونه افغانستان ته راغلي وو او د ثور په اتمه به هم لکه د هر کله پشان خوشحالی وشي چې په دغه ورځ د کابل حکومت د مجاهدينو په لاس ورغلى و. په دې ټول دور کښې افغان مهاجر ته په لاس څۀ ورغلل؟ بس دا چې د تل لپاره ""مهاجر"" شو!!؟ ",دلته هم ورک يم، هلته هم ورک يم! 495,حقمل," د رغتيا وزارت وزير ډاکتر فاطمى په کابل کې د درمل جوړولو يوه کوچنى خصوصى فابريکه پرانيستله . د درمل جوړولو دا فابريکه د ٢٥٠ زرو ډالرو په پانګه د دريو تنو افغانانو له لورى جوړه شوې ،چې په لومړى قدم کې يوازى ٣ ډوله درمل جوړوى . تر اوسه د درمل جوړولو ٩ کوچنۍخصوصى فابريکې جوړې شوى دى .له بل لورى دغه هېواد ته د يو شمير بې کيفيته او تقلبى دوا دراوړلو له امله چې ډيره يې د پاکستان ، ايران او هند څخه راځى افغانان له ډيرو ستونزو سره مخامخ کړى دى . تيره اونۍ د روغتيا وزارت يوه اندازه بې کيفيته دوا چې د کابل ښار له مختلفو سيمو څخه يې راټوله کړى وه له مينځه يوړه . ",ددرمل جوړولوکوچنۍ فابريکه په کابل کې جوړه شوه 496,حقمل," د افغانستان دولتى اژانس باخترد المان د دير شپيګل د ورځپاڼې له خولې خبر ورکړى چې امريکا په پام کې لري دران کال په بهير کې د ايران په تاسيساتو بريد وکړى . په خبر کې راغلى چې امريکا له ترکيې څخه غوښتى دى چې په ايران باندې د بريد له پاره پوځى اډې دامريکا په واک کې ورکړى . دغه غوښتنه د سيا رئيس په انقره کې د ترکيې له صدراعظم رجب طيب ارضوان سره طرحه کړې ده . ورځپانه وايى چې امريکا په ايران باندې د خپل بريد د پلان په باب ناتو ته هم خبر ورکړى دى. دغه ورځپاڼه د نيويارک ټايمز ورځپاڼې له خولې خبر ورکړى دى چې د امريکا د کوماندو قطعات پخوا ايران ته ننوتى چې د ايران اتومى تاسيسات تثبيت او ورسته يې د بريد له پاره تيارى ونيسى . ",د ايران په اتومي تاسيساتود امريکا د بريد خبره . 497,حقمل," د افغان دولت يو چارواکى ويلى چې په روان کال کې يې د نيشه يى توکو د جوړولو ١٨٠ فابريکې او لابرتوارونه په هېواد کې ويجاړ او له منځه وړى دى . د کورني چارو يو لوړ پوړى چارواکى جنرال داود چې پرون يې خبرى غونډې ته د نيشه يى توکو په وړاندې ددغه وزارت د برياوو په هکله خبرې کولى وايى چې د کوکنارو په کمښت کې په سلو کې ٤٠ کمښت راغلى دى خو له دې نه وړاندې ملګرو ملتونو او دنيشه يى توکو پر ضد وزارت دا کمښت په سلو کې ٢١ بللى وو .جنرال د نيشه يى توکو په تور د ٧٥٠ تنو د نيولو خبره هم کړه او زياته يې کړه چې په روان کال کې يې کابو١٢٠ ټنه نيشه يى توکى ضبط او له منځه وړى دى . ",د نيشه يى توکو ١٨٠ فابريکې ويجاړې شوى دى . 498,حقمل," د عراق د دفاع ، کورنيو او روغتيا چارود وزارتونود رپوټ له مخې د٢٠٠٥ زيږديز کال په بهير کې په متوسط ډول هره روځ ١٥ عراقيان په بمى ، ځانمرګو او نورو وسله والو بريدونو او چاودنو کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى . د هغه رپوټونو له مخې چې پرون په خبرى رسنيو کې خپاره شول د تيرزيږديز کال په بهير کې ټول ټال ٥٧١٣ عراقيان په اخ او ډب کې وژل شوى چې د هغه له جملې څخه ٤٠٢٠ تنه ملکى او ١٦٩٣ تنه فوځى او دولتى عراقيان دى . همدا شان ١٧٠٢ مخالف جنګيالى وژل شوى او ٩٢٦٤ تنه مخالف جنګيالى ددولتى ځواکونوله خوا نيول شوى دى . د تير کال په تاو تريخوالى که ٨٣٧٨ تنه عراقيان ټپيان شوىدى چې ٦٠٦٥ تنه يې غير فوځيان وو. ",٥٧١٣ عراقيان تير کال وژل شوى دى . 499,حقمل," د افغانستان د روغتيا وزير منلې چې په عربستان کې د افغان حاجيانو له پاره ددغه وزارت د روغتيايى ډلې درمل اودارو په ختميدو دى او په دې برخه کې يې د سعودى عربستان څخه د مرستې غوښتنه کړې . تر اوسه پورې په عربستان کې ١٠ تنه افغان حاجيان په حق رسيدلى او د روغتيا وزارت وايى د ناروغانو د زياتوالى په پرتله ددوى روغتيايى ټيم ددرمل د کمښت له امله له ستونزو سره مخامخ شوى دى .د روغتيا وزير داکتر فاطمى وايې که عربستان په دې هکله ورسره مرسته و نه کړى نو دوى به د اړتياوړ درمل له کابل څخه سعودى ته واستوى .له بل لورى د سعودى عربستا امنيتى چارواکو دوه تنه افغانان په دې تور نيولى دى چې افغان حاجيان يې لاريون کولو ته هڅول . ",د افغان حاجيانوله پاره درمل او دار و په ختميدو دى 500,,"   نن خبریالانو ته دیوې خبري غونډې پرمهال ددولت ویاند کریم رحیمي وویل چې په نیږدې راتلونکې کې به ولسمشر حامد کرزی ځینو هیوادونو ته په سفر لاړشي. نوموړي زیات جزئیات ورنکړل خو ایران یې وښود چې ولسمشر به هورې په سفر لاړ شي. ",ولسمشر کرزی یو لړ سفرونه کوي. 501,,"  تیر ماښام دبرک دبنگله دېشۍ موسسې یو افغان انجنیر په یوه مسجد کې چې په لمانځه بوخت وه دنامعلومو کسانو له لورې وژل شوی. ددغه ولایت چارواکي وايي چې دپیښې په اړه پلټنې روانې دي دغه انجنیر دنوموړې موسسې په چوکاټ کې دملي پیوستون دپروگرام دیو لړ پروژو په کار بوخت وه. د هلمند څخه د بېنوا ويبپاڼي خبريال د ورته پېښي په اړه داسي ليکي : ع : نورزي هلمند تېرماښام دهلمند دصافيانودكلي په يوه جومات كښي په هلمند كي دبرك افغانستان دموسسې يوكاركونكى انجنيرميرويس هغه مهال ووژل شوكله چي نوموړي دماښام لمونځ ددې كلي په يوه  جومات كښي اداء كوي . دهلمند دامنيه قوماندانۍ مرستيال حاجي محمدايوب ومنله چي نوموړي انجنيردافغانستان دلوګراوسيدونكي وو اوپه هلمند كښي ددغه موسيسې دملي پيوستون دپروګرام په پروژوكښي يې كاركاوه . ده وويل : چي دپيښه په تورئې تردامهاله څوك نه دي نيولي . داپه داسي حال كښي ده چي كابودرې مياشتي مخكي هم ددغه ولايت دعلماء دشورا رئيس مولوى صالح محمد اويوكال مخكي دهغه زوی ملاعبدالقيوم اخندازده هم په نوموړي مسجدكښي دنامعلومووسلوالولخواوژل شوي وه .",په هلمند کې دبرک بنگله دیشۍ موسسې انجنیر وژل شوی. 502,حقمل," په هغه بريد کې چې تيره شپه د اسرائيلو د جنګى الوتکې له خوا د فلسطين د غزې د تراړې په شمال کې د جباليا د کډوالو په پند غاړى تر سره شو د اسلامى جهاد د سازمان دوه تنه وژل شوىاو يو تن سخت ژوبل شوى دى . په دغه بريد کې دوه تنه ملکى کسان هم ټپيان شوى دى . ",داسرائيلو په بريد کې دوه فلسطينيان ووژل شول . 503,حقمل," د جرمنى د باوارياى په ايالت کې د يخ پر مخ د سکى د لوبو د يوې ودانۍ د چت د رالويدو له کبله د څلورو تنو ماشومانو په گډون څه ناڅه ١٠ تنه وژل شوى اود ٢٠ کسانو په شاوخوا کې ترى تم شوى دى . د ژغورنې عمليات په چټکۍ سره روان دى او څه کم ٣٠ تنه له ودانۍ څخه په وتو بريالى شو دى .ويل شوى چې د ودانۍ چت د ډيرې واورې له کبله رالويدلۍ دى . ودانۍ په ٩٠ لسيزه کې جوړه شوې ده . ",د جرمنى په يوه ودانۍ کې څه ناڅه ١٠ تنه وژل شوى 504,," ", 505,حقمل," نن له غرمې مخکې د خوست ښار په ختيځه سيمه کې ٣ تنه هغه وخت ووژل شول چې ناپيږانده وسله والو پرې بريد وکړ . په دغه بريد کې يو بل تن ټپى شوى دى .پوليسو په دې اړوند څوک نه دى نيولى ، خو سيمه د پوليسو له خوا کلابند شوې ده او دنيولو هڅو زور موندلۍ دى . ددغه بريد او وژنو لامل پخواني خپل منځى اختلافات او تربګنى بلل شوې . ",په خوست کې ٣ تنه په وسله وال بريد کې وژل شوى دى. 506,," تيره شپه د ٩ بجو په شاو خوا کې د هرات ښار د محبس واټ سيمه کې درنه چاودنه شوې چې د يو شمير کورونو هيندارې يې ماتې کړى دى او يو دکان يې هم ويجاړ کړى دى . دغې چاودنې مرګ او ژوبله له ځان سره نه لرله . د سيمې يو شمير اوسيدنکو له بينوا سره په خبرو کې د تيرې شپې پيښه چاودنه بللې او وايې چې له چاودنې سره سم د سيمې د کابو ٢٥٠ کورونو بريښنا هم له منځه ولاړه .مګر د هرات يو شمير امنيتى چارواکى دغه پېښه چاودنه نه ،بلکې تخنيکىستونزه بولى . ",په هرات کې تيره شپه درنه چاودنه شوې . 507,فواد,"   په انډونيزيا کې نيزونو نهه پنځوس تنه د مرګ کندې ته وغورځول.     د نوموړي هيواد د چارواکو په وينا، د مړو په ډله کې دوه تنه يې مرستندويه کارکوونکي او نور يې ملکي وګړي دي. دا سيلابونه د زياتو اورښتونو په پايله کې رامنځته شوي چې سيندونه يې خروښولي او د ځمکې د ښوويدو سره يې لارې هم بندې کړي دي.     که څه هم د ژغورنې ډلې زيانمنو شويو سيمو ته وردانګلي خو د لارو بنديدل د هغو کارونه هم ټکني کړي دي. ",په انډونيزيا کې نيزونو مرګ ژوبله واړوله. 508,," د هغو سختو سيلابونو له امله چې د اندونيزيا په ختيځه برخه کې د دوو ورځو پرله پسې بارانونو څخه وروسته رامينځ ته شول څه ناڅه ٥١ تنه وژل شوى او د جمبر په سيمه کې چې د جاکارتا په ٨٠٠ کيلومترى کې پرته ده ٤٥٠٠ تنو خپل کورونه له لاسه ورکړ دى .د سيمې ترانسپورتى لارې بندى شوى دى او دژغورنى عمليات په سيمه کې د ورکو شوو په اړوند روان دى.د سيمې يو شمير کلې د ځمکې د ښوئيدو له کبله ډير زيانمن شوى دى . ",په اندونيزيا کې سيلاب ٥١ تنه له منځه وړى دى. 509,," د واشنګټن ټايمز ورځپانې په نننۍ ګڼه کې ليکلى : صدام خپلو دوو تنو وکيلانو ته ويلى که چيرې په مرګ محکوم شوم غوره بولى چې د اعدام پر ځاى تيرباران شم . دغه امريکايى ورځپاڼې د عصام الغزاوى له خولى، چې د صدام له وکيلانو څخه دى زياتوى ، ( زه خپل دغه ژوند ته ارزښت نه ورکوم ، هر انسان يو وخت له دغه دنيا څخه بايد لاړ شى ).صدام تورن دى چې د ٢٥ کلن حکومت پر مهال يې په عراق کې په سل هاوزره تنه خلک وژلى دى . ",صدام : غوره بولم چې تيرباران شم . 510,حميد وردګ," ټاکل شوې ده چې سبا د چارشنبې په ورځ به د افغان دولت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د چارو وزير اعظم دادفر او د لوړو زده کړو وزير امير شاه حسنيار د ولسي جرګې د هغه ټاکل شوي کمېسيون غړو ته ځواب ووايي کوم چې د ولسي جرګې له منځه په لنډ مهاله توګه ټاکل شوي دي ،د کمېسون غړي به د محصلينو او کډوالو د ستونزو په اړه وړانديزونه وکړي او وزيران به يې د حل لارو په اړه ځواب ورکوي ، دا چې دا سوال او ځواب به څومره ګټور شي راتلونکې به يې ځواب وايي .د يادولو وړ ده چې اوسمهال د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ګڼ شمېر وکيلان په رخصتۍ وتلي خو د کمېسون نوموړي غړي هغه کسان دي چې اوس اوس په کابل کې ژوند کوي . ",پارلمان ته سبا دوه وزيران ځواب وايي : 511,,"   دشاه شهید زیارت چې دکابل ښار په سهیل کې پروت او یو لرغونی زیارت بلل کیږي بیا ورغول شو او پر موخه یې په همدې زیارت کې دیوې غونډې په ترڅ کې داطلاعاتو او کلتور وزیر مخدوم رهین او افغانستان ته دامریکې دمتحدو ایالاتو سفیر رونالډ نیومن خبرې وکړې. مخدوم رهین دامریکې دمتحدو ایالاتو دیو لړ هغو مرستو نه چې دتاریخې اثارو دبیاژوندې کولو لپاره یې کړي مننه وکړه. دغه راز نیومن وویل چې دامریکا متحده ایالات له افغانستان سره دمرستو په لړ کې دلرغونو اثارو دبیارغونې لپاره هم ژمن دی. دشاه شهید زیارت ودانۍ په جگړو کې ورانه شوې وه چې دامهال دامریکې دمتحدو ایالاتو په مالي مرسته ورغول شوه او ٣٧٠٠٠ امریکایي ډالره پرې مصرف شول.  ",دشاه شهید زیارت بیاورغول شو. 512,ولي اڅګزی - جرمني," ويکيپېډيا يوه پرکرښه يا آين لاين پروژه ده چي موخه يه د نړۍ په ټولو ژبو د جامع پوهنغونډ جوړول دي. دغه پروژه چي په لومړي سر کښي په انګليسي ژبه پېل شوې وه، اوس ورپکښي د نړۍ نوري ډيري ژبي هم زياتي شويدي.  د ويکيپېډيا پښتو وېبپاڼه د 2005 مېلادي کال د مئ په مياشت کښي پېل شوه. له بده مرغه تر اوسه پدغه پاڼه کښي ډېري مقالې ندي خپرې شوي. پداسي حال کښي چي د نورو ژبو په پوهنغونډونو کښي هره ورځ ګڼ شمېر خلک کار کوي د پښتو د پوهنغونډ په پاڼه کښي د برخه والو شمېر ډېر کم دی. د انګليسي ژبي په پاڼه کښي د مقالو شمېر 9  لکو،  د الماني ژبي د مقالو شمېر336000    ته  او  د لږ  وخته پېل شوې فارسي پاڼي د مقالو شمېر تر 8  زرو مقالو نه اوړي. خو له بده مرغه  د پښتو پوهنغونډ د مقالو شمېر تر  70  لا کم  دی.  http://ps.wikipedia.org/wiki/Main_Page که اېرانيان، کردان او نور وګړي خپل برېښنيک  پوهنغونډ جوړولای شي نو زه پدې يقين لرم چي پښتانه هم تر هغو ندي پاته. تاسوهم  کولای شئ چي پدغه پوهنغونډ کښي برخه واخلی او خپلي مقالې خپرې کړئ او يا د ويکيپېډيا د نورو ژبو مقالې په پښتو وژباړئ. ښه به وي که هغه کسان چي پدغه پروژه کښي ونډه اخيستل غواړي يا ونډ اخلي يو د بل سره تماس ټينګ کړي او لږ تر لږه په پېل کښي يو د بل سره ګډ کار وکړي.  د بېلګي په توګه لومړی اړين کار د ويکيپېډيا  د مېنوګانو او لارښونيزو پاڼو په پښتو ژباړل دي تر څو نوي برخه وال پر کرښه مرسته تر لاسه کړلای شي. موږ غواړو چي ددغي پروژې د برخه والو يوه پرکرښه يا آن لاين  کمېټه جوړه کړو. که تاسوهم پدغه پروژه کښي ونډه اخيستل غواړی اويا د وړاندي لا ددغي پروژې برخه وال ياست  نو د برېښناليک په لاندنۍ پته زموږ سره تماس ونيسئ. wikipedia@qamosoona.com  احمدولي اڅکزی، المان   ",راځئ چي د پښتو پوهنغونډ جوړ کړو 513, ګل آغا احمدي وردك,"  ګل آغا احمدي وردك افغانستان د بيا آبادۍ په درشل كې قرار لري چې د هرې ورځې په تيريدو سره په دې هيواد كې د بيا آبادۍ نوې نوې اغيزې ليدل كيږي. خو لدې سره سره افغانستان ته چې د هره اړخه وكتل شي نو دومره وران شوى دى چې په لنډ وخت كې د نوموړي هيواد د بيا آبادۍ په ډګر كې د سترو سترو بدلونونو تمه نه شي كيداى بلكي په طبيعي ډول د بيا رغولو اوږدمهالې او هغه پروسه كولاى شي چې په ټوله نړۍ حاكمه ده زموږ هيواد به هم په تدريجي توګه او د خپلو بچيانو د هر اړخيزو هلو ځلو په وسيله د بيا آبادۍ غيږې ته ور درومي. همدارنګه د بيا آبادۍ كارونه په وړيا ډول هم شوني نه دي چې سر ته و رسيږي بلكي د هيواد خپله طبيعي پانګه، د هيوادوالو هڅې او د نړيوالو اړخونو اخلاصمندانه مرستې د يوه غښتلي كاري ځواك په وسيله د بيا آبادۍ چارو ته سمون بخښلى شي او په دې لاره كې ګټور ثابت كيږي. افغانستان په څومره اندازه وران شوى دى؟ د افغانستان د ورانۍ په اړه مختلف اټكلونه موجود دي خو په دې اړه هيڅوك كوټلې خبره نه شي كولاى چې هيواد څومره وران شوى دى؟ او څومره مالي زيانونه ورته رسيدلي دي په داسې حال كې چې معنوي زيانونه خو دومره دي چې د محاسبې له حد نه زيات دي خو ځينې اقتصادي شنونكو د افغانستان د ورانيو ټول ټال اټكل له ۳۰ ميليارد امريكايي ډالرو څخه زيات ښودلى دى. بايد وويل شي چې د افغانستان ټولې اقتصادي، ښوونيزې، سياسي او ټولنيزې زيربناوې د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غويي د كودتا او ورپسې د شوروي د يرغل وروسته د دونيمو لسيزو جګړو په ترڅ كې په ډير بد شكل ورانې شوې دي چې د بيا رغولو انتظار باسي. بيا رغونه داسې يوه اوږده پروسه ګڼل كيږي چې د انسانانو د ژوند سره سمه پر مخ درومي او په نړۍ كې هيڅ هيواد يا ټولنه په دې نه ده توانيدلې او نه د دې توان لري چې په تصادفي ډول دې يو ځل ګل ګلزار شوې وي بلكي هغه ټولنې چې د خپلې آبادۍ په لوړو كرښو كې قرار لري حد اقل ۲۰۰ يا ۳۰۰ كاله يې زيار ګاللى، نه ستړي كيدونكى كار يې كړى د خپلو حاضرو او خپلو راتلونكيو نسلونو لپاره يې د يوه خوشحاله ژوند د بنسټ ډبره ايښې ده. په خواشينۍ سره بايد په دې حقيقت اعتراف وكړو چې افغانستان په هره پيړۍ كې يو يا څو ځلې د بهرنيو يرغلګرو او كورنيو جګړو له لاسه خپله ټوله مادي او معنوي شتمني په داسې ډول له لاسه وركړې لكه تير پرون يې چې د غويي د كمونيستي كودتا، شوروي يرغل او كورنيو جګړو له كبله له لاسه وركړه. په دې ترڅ كې په ځاى د دې چې د حاضر او راتلونكيو نسلونو لپاره د نيكمرغه ژوند د بنسټ ډبره كيښودل شي، جګړه مارو كركترونو د افغانستان هغه ټوله مادي او معنوي شتمني په ډير بې پروا توګه له منځه يووړه چې نوې راټوكيدلې او د پرمختګ په لومړيو پړاوونو كې يې مزل كاوه. اوس كه په تيرو ناخوالو هر څومره اوښكې تويې شي نو پرته له افسوس او عبرت څخه بل څه په لاس نه راځي بلكي ضروري خبره دا ده چې د هيواد د هر اړخيزې بيا آبادۍ په لوري داسې پاخه ګامونه كښيږدو چې خپل هيواد ته د اخلاص، وروګلوۍ، يووالي او ريښتنولۍ په عملي صفاتو كې نغښتي وي. د هيواد پراخه او هراړخيزه بيا آبادي زياتو اساسي څيزونو ته اړتيا لري چې په دې ځاى كې موږ يوازې درې مهمو فكتورونو ته په لنډه توګه اشاره كوو. لومړى: د پانګې موجوديت لكه مخكې چې وويل شول چې د افغانستان د ورانيو د تاوان دقيقه شميره تر اوسه پورې هيچا ته نه ده معلومه خو په دې هكله مختلف اټكلونه موجود دي چې ځينو اقتصادي شنونكو د هيواد د زيربناوو د نسبي بيا رغولو لپاره له ۳۰ ميليارد امريكايي ډالرو څخه د زياتې پانګې د اړتيا اټكل كړى دى. شايد چې ياد شوى مبلغ به هم په دې و نه توانيږي چې د افغانستان نسبي بيا رغونه رامنځته كړي. بايد وويل شي چې خپله افغانستان به د نړيوالې ټولنې له مرستو پرته په ډير زيات وخت كې هم په دې و نه توانيږي چې د خپلو زيربناوو د بيا رغولو لپاره دې دومره پانګه برابره كړي خو د ټولو افغانانو ګډې او اخلاصمندانه هلې ځلې كولاى شي چې د نړيوالې ټولنې په ګډه همكارۍ د هيواد د بيا رغولو بهير ته پياوړتيا ور په برخه كړي. دوهم: غښتلى كاري ځواك د داسې غښتلي كاري ځواك موجوديت كولاى شي چې د هيواد د بيا رغونې بهير ته پياوړتيا ور په برخه كړي چې د اخلاص، ريښتينولى او هيوادنۍ مينې څپې يې د زړه د وينو په هر رګ كې ټوپونه وهي. افغانستان به د خپل افغاني كاري ځواك له موجوديت پرته له راز راز ستونزو سره مخ وي او د هغه پانګې زياته برخه به بيرته په يوه او بل نامه بهر ته ليږدول كيږي چې د نړيوالې ټولنې له خوا له دې هيواد سره د مرستې او يا اوږدمهالو پورونو په ډول كيږي. نو ضروري ده چې افغانستان پخپله په دې و توانيږي چې د يوه شامل او غښتلي افغان كاري ځواك خاوند شي.  دريم:د وخت په نظر كې نيول د افغانستان د ورانو زيربناوو په ترڅ كې د وخت په نظر كې نيول يو مهم فكتور ګڼل كيږي. كه موږ د ساري په توګه د بريښنا د يوه بند او فابريكې جوړښت ته په ژوره توګه وګورو نو جوتيږي چې د پانګې او كاري ځواك په درلودلو سره سره حد اقل له ۷ كلونو څخه تر ۱۰ كلونو پورې اړتيا ورته ليدل كيږي. په همدې توګه كه د هيواد بلې هرې ورانې شوې اساسي زيربنا ته د ټولو اړخونو سره يو ځاى په دقيقه توګه وكتل شي نو په تصادفي او بيړنۍ توګه يې د جوړيدو شونتيا نشته بلكي له ياد شوو دواړو فكتورونو سره يو ځاى د وخت په نظر كې نيول هم ورته ضروري دي.  ښكاري چې د هيواد اساسي بيا رغونه داسې آسانه او ساده خبره نه ده چې په سرسري نظر ورته وكتل شي بلكي د نورو فكتورونو تر څنګ به درې يادي شوي اساسي فكتورونه په ژوره توګه په پام كې ورته نيول كيږي. نوموړې پروسه يوه اوږدمهالې او افغان شموله پروسه ده. د خپل هيواد د بيا رغونې بهير ته كه په ژوره توګه وكتل شي نو سړي ته د پيښور د كارګرانو خبره ور په ياد شي كله به دې چې كوم خټګر او يا نجار په كور كې د يوه وران شوي څيز جوړولو لپاره راووست نو له ژورې كتنې څخه وروسته به يې وويل: ( جوړ به شي ټيم به الي او خرچه به پرې راځي). ",(ټيم به الي او خرچه به پرې راځي) 514,حميد وردګ," د ولسمشر کرزي له دفتر څخه په يوه تازه خپاره شوي فرمان کې ډاکټر غلام فاروق وردګ د پارلماني چارو د وزير په توګه ټاکل شوى دى په فرمان کې دا هم راغلي چې ښاغلىوردګ به د چارو د ادارې د رياست مشري او دوزيرانو د شورا د دارالانشاه د رياست دنده هم په غاړه لري. ",فاروق وردګ د پارلماني چارو د وزير په توګه وټاکل شو 515,," ", 516,," تېره شپه ناوخته مهال د قلات ښار د شيخ متي بابا د لېسې د سر ښوونکي عبدالحبيب سر د نا معلومو وسله والو کسانو له خوا د نوموړي کور ته څېرمه غوڅ کړى شوى دى ،سيمه ائيزو چارواکو د پېښې په تور څوک نه دي نيولي او په دې برخه کې يې خپلې پلټنې پيل کړې دي . ",زابل کې د لېسې د يوه سر ښوونکي سر غوڅ کړى شو. 517,," BBC د فلم نوم : قيس او ليلا وخت : ١١٣ دقيقې ژبې : مالي ، انگريزي او پښتو لارښود يا ډايريکټر : راجه احمد علاالدين قيس او ليلا د لرغونو زمانو د مينې کيسه نه ده بلکه د دې وروستيو کلونو په افغانستان کې د کندهار استوگن انځوروي .  فلم د ماليزيا په کولالمپور کې يوه ځوانه نجلۍ ( د فلم ستورې ، ليلا ) ښيي چې له خپل پلاره کرکه کوي .  دا په دې باور ده چې پلار يې پر مور زياتى کوي . ليلا په دې هيله چې پلار وکړوي افغانستان ته د تگ موزې په پښو کړي . ليلا د مير ت په نامۀ له يوې ماليزيايي مرستندويې ټولنې سره کار پيلوي چې د افغانستان د کندهار په ولايت کې فعاله ده . فلم په ښکاره دا نه وايي چې کوم کلونه يادوي خو په افغانستان کې جگړې ، وژنې ، لوږه او د امنيت نشتوالى انځور شوى دى .  فلم ښيي چې پر افغان ولس چورلکې بمبارۍ کوي . خو دغه چورلکې نه معلوميږي چې د چا دي .  د فلم د ستوري جهان مسکين ( قيس ) له خولې روسي يرغل ته اشاره شوې ده خو په داسې ډول چې د فلم زمان پکې بيا هم پوره نه ښکاري .  قيس په فلم کې د کندهار اوسيدونکى دى چې له ماليزيايي مرستندويې ټولنې سره کار کوي .  د دۀ يو ورور هم له همدې موسسې سره د موټر چلونکي دنده لري . قيس په ماليزيايي او انگريزي ژبو هم پوهيږي . فلم ښيي چې په هغه لومړنۍ ليدنه کې لا د قيس او ليلا ترمنځ د مينې تار سره په نښليدو دى . خو دوى دواړه تر پايه يوۀ بل ته د خپل زړۀ حال نه وايي . د قيس نور خپلوان په جگړو کې وژل شوي . دى يو سرټمبه ، وياړلى او د هوډ خاوند دى . هره سخته پخپله حل کوي .  ليلا بيا د مرستې لاس ورکوي خو قيس يې هر ځل نه مني . دا ورته په ماليزيا کې د زده کړو بلنه ورکوي خو قيس خپل ولس نه پريږدي .  تر ځينو بمباريو ، غلا غديو او ويرو وروسته ليلا بيرته ماليزيا ته ستنيږي . دغه سفر د دې د مور و پلار پر ژوند مثبت اثر پرېباسي .  ليلا په هره شېبه کې قيس يادوي او قيس بىا د ليلا تنهايي ځوروي . ليلا په ماليزيا کې د افغانانو بې وزلي او کړيدلى حالت له ځان سره يادوي . دې ته په هفغو سختو شېبو کې د افغانانو هوډ او پر ژوند قناعت عجيب ښکاري .  فلم تر ډيره د مسلمانانو ترمنځ د ورورولۍ او خواخوږيو بيلا بيل پيغامونه ورکوي .  په فلم کې پښتو ژبه په ځينو ځايونو کې داسې کاريدلې لکه پښتنو چې نه يې ليکلې يا ويلې . ",کندهارى قيس له ماليزيايي ليلا سره په فلم کې 518,کانديد اکاډميسن استاد محمد انور نوميالی,"   د تورو شپو په دربلو کي زنداني ومه زه د جار وتلو ځېنځېرانو قرباني ومه زه   لاس مي تړلی خوله گنډلې د شکنجو په چور کي د زوکلېدو ،د ځورېدو په دوږخي تنور کي   ساړه آهونه مي ېاغی سوه د اسمان په لوري سره اوسېلي مي شهابي د کهکشان په لوري   غمونو زور واخېست چي نور نو دزغملو نه وه د رنځېدلي زړه په غېږ کي د گاللو نه وه   سر کښه هيلي په سېنه کي نوري نه ځائېدې لېونۍ کرږي دزگېروي په شاني و خوځېدې   گوره چي چا مي د زړه پټه ناره واورېدله ېا بې حېا زگېروی ېې زما ناشکري وبلله   د کائناتو په تالار کي ېو غوغا جوړه شوه د اسمانونو په دربارکي ماجرا جوړه شوه   هڅه خو داوه چي ژغورني ته مي ورسېږې د قدرتونو ېو واکمن را باندي ورحمېږې   هلته ېو څوک په دبدبو کي پرتمېن ښکارېدی چا ته رښتېنی ساتندوی چاته لعېن ښکارېدی   دغه صحنه د طلسماتو ژر بدله سوله د خېر وشر د بېلېدو لاره ارجله سوله   دلويي خوړسکي تکه توره دربله سوه خپره د اړودوړ ېوه ناپاېه گردله سوه خپره   د ژوند بېړۍ مو په ډکو کي څپڅپانده سوله پر لوېو لارو مو ملگري لالهانده سوله   څوک پر ېوه او څوک له ډاره څه پر بله ولاړه له دې ټاټوبي څوک په زور او څوک پخپله ولاړه   ما چي پخوا له اهرېمنه څخه سر ټکاوه په خوشامند مي و بلاوو ته ځېگر ټکاوه   له سرو بلاوو سره توري هم را وبهېدې په هر تړه کي له خښمه څخه و غړومبېدې   نه پوهېدمه چي ېو څوک زما نجات ته راځي او که د داد په پلمه زما و مجازات ته راځي   ټولو زما د بېچاره وجود هډونه مات کړل هم يې پر ما باندي پېچلي ځېنځېرونه مات کړل   د ځېنځېرونو ماتېدو ته مي خندېږمه زه خو د وجود ټوټه کېدو ته بېا ژړېږمه زه       له ډنمارک څخه د عبدالمجيد رالېږنه",په خندا کی ژړا 519,کاندېد اکادميسن استاد محمد انور نومېالی," د عبدالمجېد رالېږنه وای پخه ډېموکراسي ده                           د انگرېز پرملک چليږيد ژوندون غوټۍ ئې ټوله                          په همدې کيلي خلاصيږيد ډېرېو عدالت دی                           حق و هر چاته رسيږي لږ هم حق لري د رايي                           د چا حق نه خوړل کيږي ازادي د ژوند اساس دی                          په گوندو اداره کيږي    د چا خوله نه ده تړلې                           هلته هر څه بېانيږيډلي سته شخړي ېې نسته                          خورا ښه سره چليږي    نه توپک ته ضرورت سته                           نه ترور ته څوک اړيږيپر لانجو د عقايدو                          خلگ نه سره جنگيږيمذهب بېل دی له سياسته                              ټکرونه نه پېښيږي هسي لار د تمدن ده                           چي قومونه په ښاديږي غرندک د غرتو ډک يې                           په ستاېنه نه مړيږيکې له ما پوښتی ملگرو                           دونه سد مي په رسيږيچي درواغ ـ رشتيا د ټولو                            په آېرلنډ کي معلوميږي    ",را به سو د بر ېتانيې تاريخی ډېموکراسۍ ته 520,," ", 521,عبدالهادي حيران," غزل   ستا د نوم نه مې اغاز د ژوندانه دىزما څۀ ښکلى انداز د ژوندانه دى ستا نظر که چا له هيڅ ندى نو نۀ دىولې ما له خو اعزاز د ژوندانه دى بندګي د خپل جانان د وجود کړمهدا مې ژوند دى، دا مې راز د ژوندانه دى د انسان غمونه هر ځاى چې دي خوري مېزما دغه سوز و ساز د ژوندانه دى ستا ""کتاب"" کې چې د مينې ټکى نشتهملا تا له څۀ جواز د ژوندانه دى؟؟؟ چا ويل څۀ ته شاعري کوې حېرانه!ما ويل دا هم يؤ اواز د ژوندانه دى ٢٠٠٣ مېلادي کال کراچي ","""ستا ""کتاب"" کې چې د مينې ټکى نشته""" 522,کابل," افغان ولسمشر حامد کرزى د يو درې ورځنى رسمى سفر په موخه د کابينې له يو شمير وزيرانو ا و سلا کارانو سره د ترکيې هېواد ته لاړ . په دغه سفر کې به حامد کرزى د ترکيې له ولسمشر،دپارلمان له رئيس او نورو لوړپوړوچارواکو سره وګورى . ترکيه د ايساف په چوکاټ کې څه ناڅه ٢٠٠ سرتيرى په افغانستان کې لري،او يو شمير خصوصى ترکى شرکتونه په افغانستان کې په مختلفو برخو کې په کار او فعاليت بوخت دى .ټاکل شوې ده ولسمشر کرزې د خپل سفر په ترځ کې ځينې تړنونه هم لاس ليک کړى . ",ولسمشر کرزى ترکيې ته لاړ . 523,," ", 524,حقمل," د پکتيا په ولايت کې د دولت ٢٧ تنه مخالفين د ملى پخلاينې له ليکې سره يو ځاى شول . د پکتيا والې د طالبانو او حزب اسلامى د يو شمير ځايى مشرانو او قوماندانو يو ځاى کيدل په دغه ولايت کې منى او وايى که چيرى داکسان وسله ولرى نو د ډاياګ پروګرام ته به يې وسپاري . والى وايى چې دغه کسان کولى شى په خپلو سيمو کې پرته له ويرې ژوند و کړى . د ملى پخلاينې کميسيون چې د صبغت الله مجددىتر مشر لاندى کار کوى په تير کال ددولت ډير مخالفين له جګړى او مخالفت څخه لاس په سر کړى دى . ",٢٧تنه مخالفين له دولت سره يو ځاى شوى . 525,حقمل," د کابل لومړنۍ محکمې دسه شنبې په رځ د يوې علنى ناستې پر مهال د سولې او بشرى حقونو په نامه د يوې نادولتي موسسې مشر په څلورکلنو او ٦ تنه کارکونکى په څلورو او دريو مياشتو بند محکوم کړل . دوى په درغلۍ او ټګۍ تورن دى او لږ تر لږه له ١٢٣٠ کسانو څخه يې د هر موټرپه سر ٥٠٠ ډالر د ضمانت په توګه اخيستى دى . دموټرو خاوندان ادعا لري چې د دريو مياشتو په تيريدو سره دوى ته دموټرو په بدل کې د نوموړى موسسې له خوا کرايه هم نه ده ورکول شوى .دغې موسسې يوازې دموټړو د ضمانت له مخې ټول ټال ٦ لکه ديرش زره ډالر خپل جوپ ته اچولى دى .د نوموړى موسسې مشر داتور نه منې اوو ايې د يوې دسيسې له مخې محکمې ته رابلل شوى دى . مګر د موټرو يو شمير خاوندانوچې په دې علنې ناسته کې موجود وو ، دغو کسانو ته د سختې جزا غوښتنه کوله او له قاضى څخه يې وغوشتل چې د وى ته دې د ضمانت پيسې ژر تر ژره ورکړل شى . ",د يوې موسسې چاراکو ته د بند جزا وارول شوه 526,حقمل," افغان امنيتى چارواکو په فراه کې ١٨٠ کڅوړې هيروئين او٢٦ کيلو ګرام ترياک،په هلمند کې د٤٧ کيلو ګرامه هيروئين، ١٠٢ کيلو ګرام اپين اوپه بغلان کې دوه ټنه کمياوى توکي او٢٧ ډبې تيزاب چې په هيروئين جوړولو کې ورڅخه کار اخيستل کيږى په تير ورځو کې تر لاسه کړى دى . ",په فراه هلمند او بغلان کې د نيشه يى توکو نيول 527,حقمل," د خوست لايت د يعقوبيو په ولسوالى کې په يوه کور باندې د توپ د يوې مرمۍ د لګيدو له امله کور ويجاړ او يوه ماشوم نجلى وژل شوې ده . په دغه بريد کې د نجلۍ مور او خور هم ټپيان شوى دى .امنيتىچارواکو وايى دوى نه پوهيږى چې دغه بريد چا او د کوم لورى شوى دى .تيره شپه دغه مرمى لګيدلې ده . ",نجلى مړه ،مور او خور يې ټپيان . 528,حقمل," افغان چارواکو منلې چې د جهانيګرخان مسعود په نامه د جنوبى وزيرستان د مسعودو د قام يو تن مشر او سوداګر په قندهار کې د ناپيږانده کسانو له خوا وژل شوى دى .ددغه قبايلى سوداګې جنازه د چهارشنبې په ورځ واڼه ته ليږدول شوى او افغان امنيتى چارواکو په دې اړوند تر اوسه څوک نه دى نيولى ، خو وايې په دې هکله يې پلټنې پيل کړى دى .دغه سوداګر شل ورځې وړاندې قندهار ته راغلى وو . ",يو تن قبائيلى سوداګر په قندهار کې وژل شوى دى . 529,حقمل," د دبۍ د حاکم شيخ مکتوم بن راشد جنازه په زعبى جومات کې د جنازې د لمانځه له ادا کولو ورسته نن خاورو ته سپارل کيږى . شيخ مکتوم د زړه د حملې له امله چې ٦٢ کلن وو د يو سفر پر مهال پرون په استرليا کې په حق ورسيد . د ده د مړينې له کبله په دبۍ کې ٤٠ ورځې ماتم اعلان شوى دى اوټول دولتى ادارې د يوې اونې له پاره رخصت شوى دى. دده پر ځاى دده ورور شيخ محمد بن راشد ال مکتوم چې ددفاع وزير هم دى ،ټاکل شوى دى. ",د دبۍد حاکم جنازه نن خاورو ته سپارل کيږى . 530,حقمل," په هغه درنده او زوره وره چاودنه کې چې نن د عراق په جنوب د کربلا په سيمه کې وشوه ٤٠ تنه مړه او ٥٠ تنه ټپيان شوى دى . چاودنه ددوو زيارتو ترمينځ سيمه کې رامينځ ته شوى ده او ويل کيږى چې دا يو ځانمرګۍ بريد وو. ",په عراق کې په چاودنه کې ٤٠ تنه وژل شوى دى. 531,حقمل," د اسرائيلو د لومړى وزيراريل شارون روغتيايى حالت چې د بيت المقدس د حداثه په روغتو ن کې تر سختې څارنې لاندى بستردى د اندېښنې وړ بلل شوى دى . ده ته پرون دماغى خونريزى پيدا شوه . ويل کيږى چې له ٧ ساعته عمليات وروسته هم د ده خونريزى نه ده بنده شوې . ",د اريل شارون رغتيايى حالت د اندېښنې وړبلل شوى. 532,," د قندهار امنيتى چارواکو هغه موتر پرون د سپين بولدک په ولسوالى کې نيولى چې يو اندازه چاوديدونکې توکى په کې په پټه ځاى پرځاى شوى وو .د پوليسو د وينا له مخې ددغه موټر چلونکى تښتيدلى اوامنيتى چارواکو دغه موټر له منځه وړى دى .پوليس وايې چې دوى ددغه موټر په هکله يو څه معلومات درلودل . ",د چاوديدونکو توکو يو موټر له منځه يوړل شو . 533,," نن له غرمې مخکې د لسو بجو په شاوخوا کې دارزګان ولايت په مرکز د ترينکوټ په ښار کې د ولايت ماڼۍ ته څيرمه درنده چاودنه شوې ده .د لومړنيو رپوټونو پر بنسټ په دغه چاودنه کې لږترلږه لس کسان وژل شوى او ٥٠تنه ټپيان شوىدى .عينى شاهدانو ويلى چې دا يو ځانمرګۍ بريد وو. چاودنه پر داسې مهال کې رامينځ ته شوى چى په کابل کې دامريکا سفير دغه ولايت ته په تلو وو . طالب اورپکو ددغې ځانمرګې مسوليت پر خپله منلۍ دى او وايې هغه طالب چې دا ځان مرګۍ بريد يې ترسره کړى د ارزګان ولايت اوسيدونکۍ دى . د چارواکو پر وينا وژل شوى او ژوبل شوى کسان ملکىوګړى وو اوبريددوه نيم کيلومتر ه لرې دولايت له ودانۍ څخه رامينځ ته شوى . بريد هغه وخت ترسره شوى چې د ولايت په ودانۍ کې ددغه ولايت يو شمير سپين ږيرو او مخورو د اميرکا له سفير سره کتنه درلوده . دغونډې برخه والو ته هيڅ ډول زيان نه دى رسيدلۍ . پوليسو په دې هکله پلټنې پيل کړې دى او د ١٦ تنو ټپيانو روغتيايى حالت د انديشنې وړ بلل شوى . ويل کيږى ددغو کسانو ټپونه ژور دى او داييتلافى ځواکونو روغتون ته ليږدول شوى دى.د پيښې په اړوند تراوسه څوک نه دى نيول شوى. ",د ارزګان دولايت ماڼۍ ته نيږدۍ درنده چاودنه شوې 534,," ", 535,,"   دامریکې دمتحدو ایالاتو کابل ته سفیر رونالډ نیومن باندې نن دارزگان ولایت په مرکز ترینکوټ کې برید شوی خو لامله ورته کوم زیان ندی رسیدلی. ددغه سفارت ویاند لو سینتور بینوا ویبپاڼې ته وویل چې دمتحدو ایالاتو سفیر او ورسره گډ پلاوی نوموړي ولایت ته دبیارغونې دټیم لیدو ته ورغلی وه. دغه راز خبري رسنیو ته دارزگان والي ویاند ویلي چې نن په ترینکوټ کې یو ځان وژونکی برید شوی چې په ترڅ کې يې ١٠ تنه وژلي. دپیښې په اړه زیات جزئیات ندي څرگند. ", ارزگان کې دمتحدو ایالاتو پر سفیر برید شوی. 536,,"   دکورنیو چارو وزارت ویاند یوسف ستانکزي بینوا ویبپاڼې وویل چې چې په ارزگان کې یو ځان وژونکی برید شوی چې په ترڅ کې یې ٨ تنه وژلي او ٣٥ تنه نور یې سخت ټپیان کړي. ویاند وړاندې وویل چې ځان وژونکی هم له منځه تللی او چاودیدونکي مواد یې په ځان کې ځای په ځای کړي وه. ",دارزگان په چاودنه کې٨ تنه وژل شوي ٣٥ تنه ټپیان شوي. 537,,"   دترکیې روغتیایي چارواکو نن وویل چې ددغه هیواد په شمال کې دوه تنه ماشومان چې یو یې علي او بله وړه جلۍ فاطمه په لومړي ځل دچرگانو دوالگي دناروغ له امله وژل شوي. رجب دترکیې هیواد دروغتیا وزیر خبریالانو ته ویلي چې یوه روغتون ته ٦ تنه نور هم دناروغیدو په شک وړل شوي. دا لومړی ځل دی چې دچرگانو والگی له پیداکیدو راهېسې وژنه کوي. ",دوه ماشومان په ترکیه کې دچرگانو والگي ووژل. 538,," د افغانستان په کچه د وردګو ولايت لومړنى ولايت دى چې د کوکنارو کښت په روان کال کې په بشپړه توګه له منځه پکې تللى دى ،ددغه خبرې پخلى د پحنشنبې په ورځ د وردګو ولايت د مرستيال له خوا په هغه سمينار کې وشو چې په همدې اړه د نوموړي ولايت په مرکز ميدان ښار کې د ولايت د مسوولينو او ولسوالانو له خوا جوړ کړى شوى وو، ويناوالو دخپلو خبرو پر مهال له دولت نه هيله وکړه چې له دوى سره هم په خپلو ژمنو وفا وکړي . ",وردګ لومړنى ولايت دى چې کوکنار نه کري 539,عبدالهادي حيران - پېښور پښتونخوا," دا چې زړونو کښې تورتم دی دا د ټولو نه لوئي غم دی!! کۀ جذبه د لېونتوب وي نو منزل ته يؤ قدم دی حال د ژوند بس دومره ډېر دی چې حالاتو سره سم دی علامت د بربادۍ دی مونږ تراشلی چې صنم دی (ق) يؤ سړی چې هيڅ يې نۀ زده استاد هم دے، لارښود هم دی دا لا کوم وحشت راخور دی د هر چا سترګو کښې نم دی؟ (ق) د ښار ډېرې دروازې دي اؤ په هره يوه کښې غم دی! دا تاريخ ورانول ګران دي دا په زړونو کښې رقم دی د ژوند ډېرې تقاضې دي د انسان عُمر ډېر کم دی   ",غزل 540,," دا انځوريز راپور د بېنوا ويبپاڼي دکندهار د خبريال ښاغلي خليل الله سروري په زيارچمتو شوی دی . خلک اختر ته خوشالي کا     څوک به د کونډو د حال وکړي تپوسونه نوي جامې دي مي په اور سي    واړه بچيان مي له يخنۍ باسي اهونه  په کندهار کي لوی اختر ته تياری نيول کېږي . ښارونه او کوڅې له ولسه ډکي ښکاري . مګر بيا هم دغه ولايت د افغانستان د ډېرو نورو ولايتونو په څېر هراړخېزي بيا جوړوني ته اړتيا لري . ددې ولايت په نژدې هره کوڅه کي داسي کونډي ، يتيمان او جګړې ځپلي سته چي د ژوند د ډېرو اولنيو اړتياو څخه بې برخي دي . ددې ښار په اړه نور ډېر څه له لاندنيو څو انځورونو ووينی . ",د لوې اختر په اړه د کندهارڅخه انځوريز راپور 541,عبدالهادي حيران,"  په کراچۍ کې يؤ ځل د خوشحال خان خټک په ياد کې ادبي دستوره وه چې يؤ شمېر د اردو ژبې ليکوالو هم پکې ګډون درلود. په غونډه کې چې ګڼ شمېر پښتنو اؤ سندهيانو پکې ګډون کړى و يوې اردو ژبي پېغلې ته هم د وېنا کولو بلنه ورکړاى شوه چې هغې په خورا ادا او ناز سره وېنا پېل کړه او بيا يې په جذباتي انداز کې وويل: ""ما د چانه اوريدلي وه چې د پښتو ستر شاعر خوشحال خان خټک د پاکستان خلاف و. تېره شپه مې د دې لپاره د خوشحال خان خټک د ټول ديوان اردو ژباړه کرښه په کرښه ولوستله خو د پاکستان خلاف مې يؤ ټکى هم پکې پيدا نکړ. دا خلک څومره درواغ وايي او پروپاګنډ کوي؟ په داسې خلکو افسوس او ماتم راځي........."" له ناستو کسانو څخه يؤ ورباندې غږ وکړ: ""بي بي! کۀ د خوشحال خان خټک د ټول ديوان د لوستلو په ځاى دې د خوشحال خان خټک د زېږون نېټه او د پاکستان د ايجاد نېټه لوستلې واى نو په بل چا د ماتم کولو په ځاى به دې په خپل ځان ماتم کړاى وى!!!!"" ",خوشحال خان خټک د پاکستان خلاف نۀ و 542,احمد فواد لامع_ کابل,"             د مينې و بورجل ته مې جانان کله راځي؟       ريښتوني ژوندانه ته مې ارمان کله راځي؟                                                       تقديره هتکړۍ دې زما د روح لاسونه شنه کړل                                                     له نويو زولــــــــنو سره جيلـــــوان کله راځي؟                   په شپو مې له څراغ سره د زړه لاره څارله                 چې دې زړې کلا ته به کاروان کله راځي؟                                                        سېليو مې د هيلو ډېوې مړې کړلې بې درېغه                                                     د ژوند سرکشه اور ته مې تــوپان کله راځي؟                    د زړه زخم ناسور شو، مسيحا ورلره بويه                  پټۍ په لاس طبيب يې د درمان کله راځي؟                                                        ددې بڼ و بهار ته انديښـنې د زړه ماران دي                                                     هرګل يې شبــنم ژاړي چې خزان کله راځي؟                                ډېوې په څېر""لامع"" يم، هره اوښکه مې هسيږي                              لمــــبو ته د ځـوانۍ مې پتــــــــنګان کله راځي؟ ",غـــــــزل 543,," د افغان ولسمشر حامد کرزي او د ترکيې هېواد د چارواکو تر منځ د نوموړي هېواد په پلازمينه انقره کې يو لړ اقتصادي تړونونه لاسليک کړى شول ، ويل کېږي چې د دغه تړونونو د لاسليکدو اصلې موخه دا ده تر څو په افغانستان کې د ترکيې هېواد لپاره د ښې پانګې اچونې لاره هواره کړى شي . ",ولسمشر کرزي له ترکي چارواکو سره تړونونه لاسليک کړل 544,منصور," حدیث : حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی  چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلی چې په بله هیڅ ورځ داسی نشته چې نیک عمل پکې الله ته دومره خوښ وی لکه پدی(ذی الحجی) لسو ورځو کې  صحابه کرامو عرض وکړو يارسول الله جهاد هم ددی ورځو دعمل برابر ندی ؟ نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل هو جهاد هم پدی ورځو کې دشوي صالح عمل برابر ندی مګر هغه سړی چې ځان او مال دواړه واخلي جهاد ته ولاړشي او بیرته یوهم رانه وړي دواړه قربان کړي (شهید شي) بخاری شریف حدیث : حضرت ابو هریره رضی الله عنه نه روایت دی چې رسول الله وفرمایل ! یوه ورځ هم داسی نشته چې په هغی کې عبادت دالله تعالی په نزد دلسو ورځو دذی الحجی نه زیات خوښ وي  دذی الحجی په دی لسو ورځو کې دهری ورځی روژه دیو کال دروژو نیولو ثواب لري اود هري شپې عبادت يي دلیلة القدر دشپی دثواب برابر دی (مجمع الزواید) دعرفی (نهم ذی الحجی ) روژه حضرت قتاده رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې ددی ورځی روژی نیولو په بدل کې دالله تعالی څخه دیو کال مخکې اویو کال روسته ګناهونو دبښنی کلک امید لرم (مسلم شریف ) دلوی اختر دشپې فضیلت حدیث :حضرت ابو امامه رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلی چاچې ددواړ اخترونو شپی دثواب په نیت رڼی (عبادت یی پکې وکړ) کړی په هغه ورځ به دده زړه مړ نه شي په کومه ورځ چې دخلکو زړونه مړه کیږي   ",دذی الحجی دلسو ورځو فضیلت 545,پروفيسر ډاکټر عبدالخالق رشيد," هرډول افراطي تمايلاتوپه رڼاكې دځان كړى  خوشال فرهنګې ټولنه دخپل ارواښاد لارښودكانديد اكاډميسن محمد صديق روهي دلسم تلين دياد په تاريخي وياړ كې   ولسونه چې سند وبله وكا              پاچهان ورته سجود كاندي اختيار      خوشال بابا خوشال فرهنګې ټولنه لكه چې له نامه څخه يې څرګنده ده دستراونوميالي مشر، شاعراوليكوال خوشال بابا دوياړلي نامه په پام كې نيولوسره ديوه داسې قام دروڼ اندوله خواچې په هغه مهال يې نوې يوځل بياد اسيا په زړه كې ديوې تاريخې حماسې پاى په يوه تاريخې هنګامه باندې وراړاوه دافغانستان په زړه دكا بل په ښاركې دكوزې اوبرې پښتونخوادټولو قومونو دسلګونو نومياليو استازو په ګډون دافغاني _پښتنې ملي فرهنګ دغوړيدواوپالنې په مقصد دهيواد دنوميالي ليكوال ، كره كتونكي او دافغانستان دعلومو اكاډيمۍ دغړي ارواښاد كانديداكاديمسن محمدصديق روهي په مشرۍ په ۱۳۶۹ كال كې جوړه شوه . ددغې ټولنې آره موخه اوهدف په افغانستان كې ديوې سالمې اوملي فرهنګې فضا اوغورځنګ په تيره بيا دځوان فرهنګي پښت دعلمي اوفرهنګي اوپوره مسلكي روزنې دبهيرجدې څارنه اوسمبالونه وه. لكه چې په دغه برخه كې  زموږ دوستان په هغو شپوورځو كې چې لاهم دجګړې اوزموږ  دخلكو اوحرفوي جګړه مارو ، زموږ دخلكو اونړيوالو لاسونه او ګريوانونه نه وو سره سره ورغلي پوره شاهدان دي . دسيمنارونوجوړول ، دنومياليو ليكوالو اوفرهنګيانو دخدمتونه يادونه اونمانځنه ، دځوانو ډاكترانو دبرخې جوړول ، دځوانو انجينرانو دبرخې په لاره كې هلې ځلې كول ، په هيواد كې ديوه ملي اوسراسرې تفاهم اودخاورې دتماميت ساتلو په خاطر لاسونه سره وركول ، داټول هغه څه وو چې خوشال فرهنګي ټولنې دخپل پياوړي مشرپه مدبيرانه اوعالمانه لارښونې سره ترسره كړل . دخوشال ټولنې لارښوده شورا ديوې بيلګه ييزي لارښوونكې علمي ، فرهنګي اوملې مرجع او ارګان په توګه له خپل پيل څخه تراوسه دخپل ملي دريځ اوفرهنګي وړتيا له مخې دسولې اودموكراسۍ ( دكلمې په رښتينې مانا سره ) داصولو اوپوره انساني ارزښتونو دپلي كولو اودهغو په رڼاكې دخپلوخلكواونړيوالو دنيكمرغى شعاراومرام دځان له پاره د هرډول افراطي تمايلاتوپه وړاندي  دځان كړى اوتراوسه هم  خپله هماغه تګلاره د روهي دميراث اوتلپاتې درسونوپه توګه له پامه نه غورځوي ، دهغه علمي اوفرهنګي وړاندويينو ثابته كړه ، چې افغانستان يوواحد اويوموټى هيواد دى چې دخپل ټولنيزاوفرهنګي پرمختګ اولارښوونې له پاره پياوړې ملي اودموكراتيك ارزښتونه لري چې كه افغانان هغوى ته په رښتينې توګه ځير شي ، دوى به كله هم دخپلۍ ټولنې دلارښونې په ترڅ كې دپرديوصادراتي اوغرضي ارژښتونوته لاس په نامه او اړ نه شي . دده  مطلب دغه قام و چې خوشال غوندي لارښوونكي اوپوهان يې درلودل چې نن يې هم علمي اوفرهنګي ارزښتونه زموږ له پاره په تورو تيارو اووركو لاروكې مشالونه دي . دهمدغه اصل پربنسټ دخوشال فرهنګي ټولنې لارښوده شورا ، دلويې پكتيافرهنګيانو، په جرمني كې دافغانستان دكلتوري ودې ټولنې اوداستاد روهي كورنۍ هوډ كړى  چې دپاك خداى په ملتيا دراتلونكي لمريزكال په پسرلي كې داستاد دلسم تلين دنمانځلوپرمهال له يوې خوا دهغه دعلمې اوفرهنګي خدمتونو ياد وكړي اوله بلې خوا ددغه نوميالي پوهاند جسد چې په جرمني  كې دافغاني امانت وياړ په توګه خاورو ته سپارل شوى و خپل پلرني ټوټې خوست ته وليږدوي . دخوشال فرهنګي ټولنې غړي وياړې چې په هيواد كې دننه اوباندې دافغان هيواد پالوفرهنګيانو ، داستاد روهي دكورنۍ اودلويي پكتيادخلكو اوفرهنګيانو له دغه تاريخې ګام سره خپله ملتيا دخپل بنسټوال مشردروح د ابدي هوسايۍ په خاطرله دوى سره څرګندوي . اوله پاك خداى څخه په دغه لاره كې ددغې مرستې هيله من هم دي چې په همدغه لړ كې د خپلوخلكواوفرهنګيانوپه زيار اوهڅوسره زر ترزره په كټ مټ ډول دخپل بل نوميالي ليكوال اوشاعر استاد بينوا وياړلې خاوره دسرلوړي كندهاردفرهنګيانو اودهغه دكورنۍ په مرسته كندهارته وليږدوي . زموږ دغونومياليودخپل ژوند په وروستۍ سلګۍ كې پرموږ دغه غږ كړى و چې :   درغربت اګرمرګ بگيرد بدن من               آياكې كند قبروكي دوزد كفن من  تا بوت مرا برسركوهي بګذاريد              تاباد وزد برسرآن از وطن من   داستاد روهي ټاټوبي اودهغه ملي اوفرهنګي خدمتونو ته يوه لنډه كتنه پروفيسر ډاکټر عبدلخالق رشيد ",د ارواښاداستاد محمدصديق روهي دلسم تلين په ياد 546,حقمل," افغان ولسمشر په ارزګان کې د ترهګرۍ پېښه سخته و غندله او دا يې يو غيرانسانى اوغير اسلامى عمل وباله . دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ د ارزګان ولايت د ترينکوټ په ښار کې رامينځ ته شوه .په دغه ځانمرګى بريد کې د دوو ماشومانو په ګډون ١٠ تنه مړه او لږ تر لږه ٥٠ تنه ټپيان شول . حامد کرزى پر دې مهال د ترکيې په سفر د هغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره په کتنه او ليدنه بوخت وو. ",ولسمشر کرزى د ارزګان دترهګرۍ عمل غندنه وکړه 547,," د کابل ولايت د ٦٤ ښونځيو د ١٢ ټولګيو د ٧٠٠٠ فارغانو د کانکور ازموينه نن د کابل پوهنتون ، ښونې او روزنې ،پولي تخنيک او دطب په پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو وزارت د چارواکو او استادانو له خوا واخيستل شوه .د لوړو زده کړو وزارت مرستيال بينوا ته وويل سږ کال ټول ټال د ټول هېواد په کچه څه ناڅه ٤٢٠٠٠ زده کونکى له ١٢ ټولګيو څخه فارغ شوى خو يوازې ١٢٠٠٠ محصلين پو هنتونونو ته او ٥٠٠٠ نيمه لوړو زده کړو موسساتو ته جذبوى . ټاکل شوى ده د پنځلسو ورځو په بهير کې د ټولو ولايتونو د ١٢ ټولګيو د فارغانو د کانکور ازموينه واخيستل شى . ",د١٢ ټولګيودفارغانودکانکورازموينه واخيستل شوه 548,حقمل," د مکې د الغزې واټ په سيمه کې د يو هوټل د نړيدو له کبله ٢٥تنه مړه او گن شمير ټپيان شول . په مړو شويو کسانو کې زياتره د اماراتو ،بحرين او يمن اوسيدونکى وو . د افغان چارواکو پر وينا په دغه بده پېښه کې افغان حاجيانو ته زيان نه دى رسيدلۍ . د ژغورنې عمليات به بيړه پيل شول او دسيمې واټونه او لارې د عربستان د امنيتى چارواکو له خوا تړل شوى دى .په وروستيو رپوټونوکې راغلى چې د قربانيانو شمير ٧٦ تنو ته رسيدلۍ دى. ",دودانې د نړيدوله کبله ٢٥ حاجيان په مکه کې مړه شول 549,,"   نن سهار دجلال اباد په ښار یو ځان وژونکی برید شوی چې لامله یې پخپله ځان وژونکی وژل شوی. ځان وژونکي هڅه کوله دعسکرو پر کاروان ځان والوزوي چې ونه توانیده دغه راز دیوه ټکسي موټر چلونکی هم ټپي شوی. دپیښې په اړه نور جزئیات وروسته خپریږي. ",په جلال اباد کې ځان وژونکی برید شوی. 550,,"   دالقاعده تروریستي ډلې مرستیال ایمن الظواهري یو ویډیو کیسټ خپور کړی او دافغانستان او عراق په اړه یې خبرې کړي. دغه ويډيو کیسټ دالجزیرې تلویزیون خپور کړی چې دایمن الظواهري تصویر پکې ډېر روڼ او پاک ښکاري تر شا یې دبوجیو عادي ټوټه ځړول شوې. الظواهري په افغانستان او عراق کې دامریکایي سرتیرو شتون په اسلامي هیوادونو دامریکا تیري گڼلی او له ټولو مسلمانانو یې جهاد کول غوښتي. دغه راز په مصر او سعودي عربستان کې دشویو ټاکنو په اړه الظواهري ویلي چې دا دامریکا دروغجنه دډیموکراسۍ پروسه چې پرمخ یې بیایي. الظواهري پدې تصویري کیسټ کې په ډېر ارام زړه غږيږي پداسې حال کې چې امریکایي ځواکونه یې دلټون لپاره په ملیونونو ډالره لگوي. ",دایمن الظواهري تصویري کیسټ خپور شو. 551,," افغان امنيتى چارواکو د ننګرهار ولايت د اچين په ولسوالى کې د هيروئين ١٧ وړې فابريکې له مينځه وړى دى . د چارواکو پر وينا د يو لړ تصفيوى عملياتو په ترځ کې ١٧ کيلو ګرامه هيروئين ، يوه اندازه ترياک او يوه اندازه تيزاب هم د امنيتى چارواکو لاس ته ورغلى دى.د فابريکو کارکونکى او خاوندان له سيمې څخه تښتيدلى دى . ",د هيروئينو يو شمير فابريکې له مينځ وړل شوې . 552,حقمل," د کوکچې بند د زيرمې د بياجوړولو تړون د اوبواوبريښنا وزارت او د المان د فيشنر د کمپنۍ ترمينځ لاسليک شوى دى .ددغه بند لگښت چې دوه ميليونه دوه سوه درې زره يورو کيږى نړيوال بانک ورکوى . دبيا جوړولو کار به په ١٨ مياشتو کې بشپړ شى ،چې په جوړيدو سره به يې ٥٠ زره جريبه د کرنې ځمکه خړوبه شى او ٩ ميګاواټه بريښنا به توليد شى . ",د کوکچې د بند زيرمه بياجوړيږى . 553,," په يمن کې د ايتاليا سفير ويلى هغه ٥ تنه ايتالوى توريست چې د يوې قبيلې له خوا په يمن کې يرغمل نيول شوى وو ،بيرته روغ رمټ خوشى شوى دى . يرغمل شوى کسان چې ٣ يې ميرمنې او دوه يې نارينه وو ايتاليا ته ستانه شوى دى .تښتونکود خپلې قبيلې د ٨ تنو بنديانو د خلاصون غوښتنه درلوده . ",په يمن کې ٥ يرغمل شوى کسان خوشى شول. 554,,"   دپاکستان دپوځ یوه ویاند شوکت سلطان خبري رسنیو ته ویلي چې دافغانستان پولې ته ور څېرمه دوزیرستان په سیمه کې، دیو برید په ترڅ کې چې لاندی معلوم چاکړی او په یوه امنیتي پوسته تر سره شوی، ١٧ تنه وژل شوي او ٨ تنه نور ټپیان شوي. دغه راز دیوې چورلکې دبمبارۍ له امله چې په یوه کور شوې ٨ تنه چې څلور يې ښځې او څلور پکې ماشومان وه ټپیان شوي چې ددرملنې لپاره دمیرانشاه یوه روغتون ته وړل شوي. وزیرستان دپاکستان لپاره له تروریزم سره په جگړه کې مهمه سیمه گڼل کیږي او پاکستانی پوځ دم گړۍ له تروریستانو سره په جگړه بوخت دی. ",په وزیرستان کې ١٧ تنه مړه او ٨ تنه ټپیان شوي. 555,," د پاکستان د کورنيو چارو وزير افتاب احمد خان شير پاو ويلى چې د افغانستان د سرحدى سيمو څخه بلوچستان ته وسله په قاچاقى ډول داخليږى او د بلوڅ جنګياليو په لاس ورځى . د بلوچستان د قبايلى مشرانو سره د کتنې په ورځ د پنجشنبې په رځ دغه پاکستانى وزير وويل چې دوسلو دقاچاق د مخنيوى په موخه به ډير ژر څو امنيتى پوستې د واڼه او موسى خيلو په سرحدى سيمو کې جوړې کړى .پاکستانى وزير دا خبرې پر داسې مها کې کړى دى ،چې په دې وروستيوکې په بلوچستان کې دبلوڅ جنګياليو او پاکستانى ځواکونو ترمينځ په اخ او ډب کې مرګ اوژوبله رامينځ ته شوې وه . ",د پاکستان د کورنيو چارو وزير ادعا 556,حقمل," په هغه وسله وال بريد کې چې تيره شپه د شمالى وزيرستان د ميرعلى په سيمه کې په يو امنيتى پوسته د ناپيژاندو کسانوله خوا ترسره شوى ٨ تنه پاکستانى فوځيان وژل شى او ١١ تنه نور تري تم شوى دى . پاکستانى چارواکو دغه بريد منلۍ خو وايې په دغه بريد کې يوازې ٥ تنه امنيتى کسان وژل شوى دى .عينى شاهدانو ويلى چې بريد کونکو له درندو او سپکو وسلو څخه کار اخيستى او ١١ تنه پوځيان يې له ځان سره وړى دى. ",د٨ پاکستانىپوځيانو وژنه په شمالى وزيرستان کې 557,حقمل," په نيپال کې پوليسو خبر ورکړى چې ددغه هېواد په جنوب غرب د نپالګانج ښارپه سيمه کې د پنجشنبې په ورځ د نيپالي مائيستى شورشيانو د بريد له کبله د پوليسو ٣ تنه مامورين وژل شوى او دوه تنه ټپيان شوى دى. همداشان په يوبل بريد کې چې د هند پولې ته څيرمه ترسره شوى ٢ تنه پوليس مړه او يوتن ملکى وګړى ژوبل شوى .له کال ١٩٩٦ څخه راپه ديخوا په دغوبريدونو کې څه ناڅه ١٢ زره کسان وژل شوى دى . مائيستى شورشيان د سلطنت د نسکوريدو او دکومونيستى رژيم د حاکم کيدو له پاره په نيپال کې په اخ ډب او تاوتريخوالى اخته دى. ",نيپالى مائيستانو ٥ حکومتى پوليس وژلى . 558,,"   دعراق په پلازمینې بغداد کې نن غرمه یوه غربۍ ژورنالسته چې تر دامهاله نده څرگنده چې له کومې خبري سرچینې سره یې کار کاوه دنامعلومو وسلوالو له لوري یرغمل شوې. دغه راز دنوموړې دتښتونې پرمهال دهغې ژباړن هم  وژل شوی. دعراق په ناخوالو کې دژورنالستانو تښتونه د وسلوالو له لوري عامه شوې او تر دې مهال دصدام حسین دحکومت له راپرځیدو راهیسې په گڼ شمیر کې خبریالان په عراق کې یرغمل شو ي. ",په بغداد کې یوه غربۍ خبریاله یرغمل شوې. 559,حقمل," د فارس د خبر په حواله د کرمانشاه يواوسيدونکۍ چې د نامه له ويلو څخه يې ډډه کړې ده ويلى دى هرهغه چا چې د اسرائيلو دلومړى وزير اريل شارون د مړينى قطعى لومړۍ خبر ورکړ ٥ ميلويونه ريال شيرنى به ورکړى . دغه سړى ويلى چې په تيرو ٤٨ ګړيو کې د نذرانې په توګه د کرمانشاه خوږو جوړولو پلورنځيو ته د ٥٠ ميليونو ريالو په ارزښت د خوږو د جوړولو سپارښتنه کړې او ددغو خوړواو خوږو يوه برخه يې د سيمې په کلو او بانډو کې په خلکو ويشلې . دغه ايرانۍ داريل شارن دمرګ ډير هيله من دى او ليواله دى چې ژر ترژره يې د مرګ خبر ترغوژ شي .اريل شارن د بيت المقدس په يو روغتون کې دى او حالت يې ډير خراب بلل شوى .ده ويلې چې د شارون له مرګ وروسته به يو ستر جشن جوړ کړى. دغه سړى ويلى که چيرې جورج بوش مړ شى د ١٠٠ ميليونو ريالو په ارزښت خواږه او خواړه به پر غريبانو او فقيرانو وويشى . ",د شارون دمړينې دخبر په بدل کې ديوايرانې غټه نذرانه 560,," د طالب اورپکو يو وياند داکتر حنيف خبرى رسنيو ته ويلې چې په ننني بريد کې يې٦ تنه دولتى پوليس وژلى او ٨ تنه يې ټپيان کړى دى . دولتى چارواکې د طالبانو ادعا نه منى او وايى په دغه بريد کې چې د سهار د ٧ بجو په شاو خوا کې په جلال اباد کې د چپرهار اډې ته نيږدې شوى د ښونځۍ يو ١٥ کلن ځوان زده کونکى مړ،او يو پوليس او د موټر چلونکى ټپيان شوى دى. دولت او طالب اورپکو دواړو اوس منلې چې د ا ځانمرګۍ بريد نه وو بلکه د ريموټ کنترل چاودنه وه .په بريد کې د پوليسو يو کاسټر موټر هم يو څه زيانمن شو دى . ",طالبانو د جلال اباد د چاودنې مسوليت منلۍ . 561,," NASRAT INTERNET CAFÉ & COMPUTER REPAIRING CENTER  (NIC, CRC) KANDAHAR, AFGHANISTAN   نصرت انټرنيټ كيفي چي نوي يي په خپل فعاليت پيل كړي دي ، دښه ) Speed (درلودونكي او په هرډول عصري وسايلو سمباله ده چي موخه يي دځوان نسل دفكري استعدادونو روزل ، دنوي ټيكنالوجي سره اشنا كول او پښتو ژبي ته دانترنيټ پر مخ وده وركول دي.ددي ترڅڼ دهرډول كتابونو او مجلو كمپوزنګ ، دپښتيوډيزاين ، دانځوريزو اعلانونوجوړول او همدارنګه دهرډول كمپيوټرانو خرابي جوړيږي.  دكيفي پته: نوي ښار دلوي احمدشاه بابا دليسي دلويديځي دروازي پرمخامخ نصرت انټرنيټ كيفي. دګرځنده تليفون شميري : ۰۷۰۳۰۷۲۸۴ \ ۰۷۰۳۴۳۹۲۰ دبريښنا ليك پته:Nasrat_netcafe_knd@yahoo.com Nasratnetcafe@Gmail.com  مسو ل پښتون )نصرت (   څه وکړم چي زه هم خپل اعلان بېنوا ويبپاڼه يا ښکلا مجله کي خپور کړم ؟ ډېر اسانه کار دﺉ ، که تاسو هم غواړﺉ په خپل کاروبار کي مشهور او لا بريالی واوسی خپل سوداګريز اعلانونه د بېنوا ويبپاڼي او ښکلا مجلې له لاري خپاره کړﺉ تر څو په هيواد کي دننه او بهر  په سلګونو زره ( په لکونو ) هيوادوال ترې خبر شي . د مالوماتو له پاره پر دې پته برېښناليک راولېږﺉ benawa.com@hotmail.com په برېښناليک کي خپله د ټيلفون شمېره او پته مه هېروﺉ !   ", نصرت انټرنيټ كيفي او دكمپيوټر جوړولو مركز 562,منصور," الله اکبر الله اکبر لااله الاالله والله اکبر الله اکبر ولله الحمد پورته دتشریق تکبیرات دي عرفی دورځی (۹ذی الحجه ) سبا څخه تر دیارلسم ذی الحجی دماذیګر پوري به دهر فرض لمانځه څخه روسته په لوړ اواز ویل کیږی لمونځ په جمعه وي که بغیر دجمعی خو تکبیرات به وایی داتکبیرونه ویل په نارینه او ښځې دواړو واجب دي البته ښځې به يي په ټیټت اواز وایی ددغه تکبیرونو شمیر ۲۵ کرته کیږي او دغه ورځو ته ایام تشریق وایی (در مختار) که په جمعه لمانځه کې دامام څخه تکبیرونه ویل هیر شي مقتدي دې نه پریږ دي بلکی تکبیرونه دی ووایی او تکبیرونه دلمانځه نه روسته متصل ویل پکار دي که په دغه وخت کې هیر شي یا قصدا ونه ویل شي قضا راوړل یی نشته البته دابه دتوبی په واسطه بښنه غواړي (علم الفقه وفتاوه دیوبند) تکبیرات  تشریق یو کرت ویل واجب دي ",دتشریق تکبیرونه 563,خالد هادي حيدري,"   نن د اسمان ناوې د سپيني وريځي په پړوني باندي مخ پټوي (خو) نرم شمال ئې لکه يو شوخ ماشوم د سپين پلؤ په څنډو لوبي کوي ( او) پرتندي ئې هغه زرين خال هغه لمرين خال د څو شېبو لپاره وځليږي   کاش چي همداسي يو ځل دا ستا د ميني ملايم لاسونه زما او ستا تر منځ هغه نازک حجاب ته ښور ورکړي   نور به  مي ژوند ته د پای ټکی کښيږدم   اميستردام ، نيويارک د جنوري 5 \ 2006 ",ارمـــــــــــــــــــــــــــــــــــان 564,ننداره,"                   پېښور :: نندارهدجنورۍ دمياشتې داومې په ماښام يوتن افغان کډوال ذاکرالله ، دافغانستان دپروان ولايت دميربچه کوټ والسوالۍ اوسېدونکى چې دشپږويشتوکالوراپه دې خواپه پاکستان کې دمهاجرت شپې اوورځې تېروي او  دخپلې دکورنۍ دنفقې دبرابرولولپاره هرورځ له سهاره ترماښامه دخپلې ټيکسى شاته ناست وي اويوه مړۍ حلاله روزي ګټي ،نوموړى په دغه ماښام دڅلوروتنوشوکمارو له خوا دپېښور په رينګ روډ باندې په ډزو وويشل شو -شوکماروکوښښ وکړ چې  دنوموړي ټيکسي چلوونکي نه موټر وتښتوي خودشوکمارو دډزوپه نتيجه کې دتيکسي دريور ټپي اويوتن شوکماردخپلو ملګروپه ډزو په خپله ووژل شو- درى تنه نوريې په تېښته بريالي شول - دسيمې دخلکوپه همکارۍ نوموړى ټپي دپېښور روغتون ته رسول شوى چې روغتيايي حالت يې دډاډ وړليدل کيږي-  ددې پېښې په اړه دپوليسو مشر  حاجي امتياز  بينوا ته وويل ( دشوکمار مړى مودمعاينې نه وروسته پېژندلى اودنوروتښتېدلو شوکماروپه لټه کې يو- کوښښ کووچې زرترزره يې سره ونيسو اودقانون امر پرې جاري کړو ) ذاکرالله چې اوس مهال دپېښور په يوه روغتون کې دتداوۍ لاندې دى ،دنوموړوشوکماروپه اړه يې بينواته وويل ( پاتې شوکمارانوته دې دولت بايد  سخته سزا ورکړي چې بيا په راتلونکي کې دداسې عمل موجب ونه ګرځي ) ذاکرالله دافغان خبريال مجيب الرحمان انګار مشر ورور دى - ښاغلي انګار بې نوا ته وويل چې دوى له چا سره دښمني نه لري او ورور يې د غلو له خوا ويشتل شوى دى -نوموړي د پاکستان له حکومت څخه دغلو دنيولو غوښتنه وکړه - په دې وروستيوکې په پېښور اوورته سيموکې داسې پېښې ډېرې ليدل کيږي اوددې ترڅنګ دافغان کډوالو سره هم ورته مسائل ډېر تکراريږي چې داکډوال دپاکستان له دولت نه هيله څرګنده وي چې دعامه حفاظتي کړۍ دې لږڅه مظبوته وساتي ترڅوعام وګړي په ټولنه کې په سکون اوکرارۍ سره ژوند تېرکړي - ",پېښورکې يو افغان تکسي چلونکی په ډوزو وويشتل شوی 565,," ", 566,حقمل," افغان ولسمشر حامدکرزى د نړۍ د يو شمير اسلامى هېوادونو مشرانو ته د پيغامونو په ليږلو سره د لوى ختر مبارکى ويلې او هيله يې څرګنده کړې چې د لوى اختر ورځې يې په خوښۍ او خوشالى تيرې شى .دغه پيغامونه د ترکيې ،ليبيا ،ايران ، ماليزيا،بنګلديش، پاکستان ،فلسطين ، عمان ،الجزاير، مراکش ، سودان،لبنان ،يمن ، عربستان، قطر ،بحرين ،کويت ، ماليزيا، عراق او د متحده عربى اماراتو مشرانو ته استول شوى دى . ",دولسمشر کرزى له خوا د لوى اختر مبارکى 567,رحیم گل څاروان-کابل,"   زړه مې ماشوم دی سهار بیگاه جانانه تا غواړي لکه مجنون هره شیبه خپله لیلا غواړي ډېر يې ژړلي، ژاړي چا یې اوښکې پاکې نه کړې زمونږ دکلي یتیمان ربه نور خندا غواړي لاماړه شوي نه دي خدایږو وایي څه مو کړي داغله مشران یارانو نوره هم لا غلا غواړي دا څه تیارې او تورې شپې وې چې یې تېرې کړلې بس ددې چم خلک خدایه روڼ سبا غواړي ",ماشوم زړه 568,حقمل," افغان دولت ددوشنبې ورځ د عرفې او دسه شنبې ورځ په ټول هېواد کې د نيکمرغه لوى اخترورځ اعلان کړې ده . د کورنيو چارو زارت او د پوليسو مشرانو ويلى چې د اختر په ورځو کې يې د ښه امنيت په موخه لا د مخه ټينګ امنيتى تدابير نيولى او يو شمير اضافى امنيتى پوستى يې د کابل ښار او دهېواد په سترو ښارونو او ولايتونو کې جوړې کړى دى .افغان ولس په داسې مهال د لوى اختر هرکلى کوى چې د هېواد ډيره اوسيدونکى له سختو سړو او يخنيو سره لاس په ګريوان دى او له دې سره سم د سون توکو نرخونه جګ شوى دى او اکثريت هيواد وال د کمزوري اقتصاد له کبله نه شوى کولاى خپلې خونې او کورنۍ تودې وساتي .له دې سره سم د خوارکى توکو نرخونه هم د پخوا پر پرتله يو څه لوړ شوى دى او ډيره هېوادال سرټکوى چې د ښارواليو چارواکى د نرخونو په څارنه کې پاتې راغلى. د بريښنا کمىاو دمنظم ترانسپورت نشتوالى هم هېوادوال ډير انديښمن کړى دى او د څښاک اوبو گن شمير نل ليکې يخ وهلې دى ،د کابل ښار يو شمير واټونه او سړکونه لاهم د تيرې واورې په کنګل پوشلى پاتې دى او کابل د نړۍ له داسې پلازمينو څخه بلل کيږى چې سړکونه يې له واورو څخه نه پاکيږى .له دغو او نورو ډول -ډول ستونزو سره بيا هم د کابل ښار او د نورو لويو او کوچنيو ښارونو واټونه ، سړک ،لارې او کوڅې د خلکو له گنې ګوڼې څخه ډک دى ،او د اختر له پاره ډول ،ډول خوړو ، خوږو ، سبو او ميووواټونو او ښارونو ته زياته ښکلا ور په برخه کړې ده . د څارويو په ټول ځايونو کې هم دشتمنو هېوادوالو ګڼه ګوڼه ديره ده او دقربانۍ له پاره له خپل وس سره څاروى رانيسى .له دې سره سم نن د عربستان په مکه مکرمه کې د څه ناڅه ٢ ميليونو مسلمانانو د حج مراسم په مکه مکرمه کې پيل شول اود سهار له لمناځه اداکولو وروسته د مينا په لوړ روان شول. سعودى چارواکو د ښه امنيت او د چارو د ښه سمبالښت په موخه ٦٠ زره امنيتى کسان په امنيتى دندو ګمارلى دى . ",د سه شنبې ورځ د لوى اختر ورځ اعلان شوې . 569,حقمل," په هرات کې امنيتى چارواکو منلې چې تيره شپه د هرات په هوايى ډګر دوه توغندى ويشتل شوى دى. د توغنديو د لګيدو له امله چاته ته مرګ او ژوبله نه ده اوښتې او نه يې مالى زيان رسولى دى. پوليسو په دې اړوند څوک نه دى نيولى .له داډول ورتو پيښو سره سم په دې وروستيو کې د امنيت په هکله د هراتيانو انديښنې مخ په زياتيددو دى او له چارواکو څخه هيله من دى چې په دې هکله اوچت ګامونه پورته کړى . ",د هرات په هوايى ډګر دوه توغندى ويشتل شوى. 570,حقمل," د تاجکستان په پلازمينه دوشنبه کې د ماشومانود ساتنې په يو ټولن ځاى کې نن سهار د اورلګيدنې له امله ١٣ ماشومان وژل شوى او ٧٩ نور ژغورل شوى دى. ددغه اورلګيدنې لا مل لا نه دى څرګند. پوليسو ويلى په دغه ځاى کې هغه ماشومان ساتل کيدل چې په يو شمير روانى ناروغيو اخته وو . ",په تاجکستان کې ١٣ ماشومان مړه شوى دى. 571,,"   قاري محمد یوسف چې ځان خبري رسنیو ته دطالبانو ویاند پیژني خبریالانو ته یې ویلي چې دارزگان ولایت دگیزاب په ولسوالۍ کې يې تیره شپه درې امنیتي سرتیري وژلي. خو  ددخبر په غبرگون کې امنیتي چارواکو لا تر دم گړۍ څه ندي ویلي. ",طالبان وايي ارزگان کې یې درې امنیتي سرتیري وژلي 572,حقمل," تيره شپه ناپيژانده کسانو د کندهار ښار د لويې ويالې په سيمه کې يو منځنۍ ښوونځۍ په يو مخيزه توګه سوځولۍ دى . په دې اړوند امنيتى چارواکو ٧ شکمن کسان نيولى دى .په دغه ښونځى کې ١٠٠٠ تنه هلکانو او نجونو زده کړه کوله . ټول د زده کړى کتابونه ، اداره ، تحويلخانه سوى دى .د ښوونځى ساتونکۍ تړل شوى دى .له دې وړاندې گڼ شمير ښوونځيو ته د کندهار په مختلفو سيم کې اور اچول شوى دى. ",په قندهار کې يو ښوونځى تيره شپه سوځول شوى 573,حقمل," دعراق د ولسمشر مرستيال عادل عبدالمهدىله يوې انګريزىاونيزې سانډى ټايم سره په مرکه کې ويلى چې صدام پايد په ډير لنډ وخت کې اعدام شى .دى وايى دعراق د پخوانى رئيس گڼ شمير جنايتونه او دايران سره په جګړه کې په خپلو خلکو باندې ظلم د دې ښکارندوى دى چې صدام پرته له محاکمې بايد اعدام شي.د عراق د ولسمشر مرستيال د شيعه ګانو له منځلارو شخصيتونو څخه گڼل کيږى . ",صدام بايد په ډير لنډ وخت کې اعدام شى . 574,," د عربستان د بهرنيو چارو وزير سعودى الفيصل په ناڅاپى ډول د سوريې پلازمينې دمشق ته رسيدلى دى او له خپل سوريايى سيال فاروق الشرع سره يې کتلى . دواړو وزيرانو خبريالانو ته څه نه دى ويلى . دعربستان د بهرنيو چارو وزيرسفر په داسې مهال کې تر سره کيږى چې سوريه له يوه ترينګلى حالت سره مخامخ ده . ",سعودى الفيصل په ناڅاپى ټوګه دمشق ته ورسيد . 575,حقمل," د افغانستان دکورنيو چارو زارت د امنيتىچارواکو او ترافيکو له خوا د کابل ښار د تړل شويو واټونو او سړکونو د بيا پرانيستلو لړۍ نن سهار د نوى ښار په سيمه کې پيل شوه . د ترافيکو د يو مسول پر وينا څه ناڅه په کابل ښار کې ٤٠ فرعى او اصلى واټونه او سړکونه د ترافيکو پر مخ تړل شوىدى او له دې کبله کابل ښاريان له زيات ستونزو سره مخامخ دى . د کابل امنيه قوماندان جنرال جنبش وايې پړاو په پړاو او قدم په قدم پرمخ ځو .د ترافيکو مشر وايى دا ديوې ورځې کار نه دى. د کورنيو چارو وزارت يوه اونۍ وړاندې ټولو داخلى او بهرنيو سازمانو او موسساتو ته د يوې اعلاميې په خپرولو سره خبردارى ورکړى وو چې د يوې اونۍ په ترځ کې د سړکونو او واټونو له مخې ټول ترافيکى خنډونه لرى کړى. کابل ښاريان ددولت له دغه پريکړى څخه خوشاله دى . ",د کابل دتړل شويو واټونو دبياپرانيستولړۍ پيل شوه 576,," نن سهار د جلا اباد ښار په غلجى مارکيټ کې د اورلګيدنې له کبله د ګنډونکو دوه دکانونه سوځيدلى دى . د پوليسو پروينا دغه ارلګيدنه د بريښناله ټکان څخه را پيداشوى ده . دمارکيټ د يو چاراکى پر ينا ددغې اورلګيدنې له امله يو دکان ته ١٥٠ زره افغانۍ او دويم دکان ته ٣لکه افغانۍ زيان رسيدلۍ دى. ",دجلال اباد په يو مارکيټ کې نن سهار اور ولګيد 577,نعمان دوست کابل,"   ډاکټر صيب حنيف !",دطالبانو وياند ډاکټر حنيف ته ! 578,ساحل," تېره اوونۍ د پاكستان په بېلابېلو برخو كې تر شلو زيات كسان وژل شوي    د سورغر د يوه خبر له مخي تېره اوونۍ په پاكستان كې په بېلابېلو پېښو كې شل تنه وژل شوي او لږ تر لږه پنځلس نور ټپيان شوي دي. د پاكستان پنجاب ايالت په بوري والا ولسوالۍ كې يو تن نذير احمد خپلې څلور لوڼې حلالې كړې او ځان يې پانسۍ كاوه چې د ګاونډيانو له خوا يې مخنيوى وشو. نذير احمد د خپلو لوڼو د وژلو لامل د هغوى بدكاري او بد اخلاقي ښوولې ده. د كراچي په كورنګي سيمه كې بيا يو بل تن د نامعلومو كسانو د ډزو له امله خپل ژوند له لاسه وركړ، همدا راز په كراچي ښار كې د ځوانانو تر منځ په شخړه كې يو بل ځوان هم د ډزو له امله و وژل شو. له بلي خوا د پاكستان په لاهور ښار كې د درو ورځو ګرد او غبار له وجې د موټرانو د ټكر له امله لس تنه مړه او دوولس نور ټپيان شول، همدا رنګه تېره شنبه د كوټي ښار په جان محمد روډ باندې د دوو تنو د جګړې له امله په ډزو كې يو تن مړ او دوه نور ټپيان شول او له بله اړخه د بلوچستان ايالت په اوستر محمد كلي كې يوه سړي خپله مېرمن د بداخلاقۍ او بد چلند له امله ووژله. په عمومي ډول په پاكستان كې د جنايتونه او د ښځو پر عزتونه باندې د تېريو سلسله له ډېرو كلونو راهيسي راروانه ده خو په پاكستان كې د بشر د حقوقو د كمېسون د مشري عاصمې جهانګير په وينا پاكستاني دولت تر اوسه د همدغو جنايتونو او غيرانساني كړنو په كنټرول كې پاته راغلى. ",تيره اوونۍ په پاکستان تر شلو زيات کسان وژل شوي دي 579,ساحل," د باليوډ نامتو ستوري بچن ته خبردارى څو ورځې وړاندې د هند د يوې غيردولتي ټولنې _نېشنل ارګنايزېشن آف ټوبيكو_ له خوا د باليووډ نامتو اداكار اميتاب بچن ته د _فېميلي_ نومي فلم د اعلان په پوسټر كې په ښكاره ډول سګرېټ څكولو له وجې قانوني خبردارى وركړل شو. نوموړي ټولنې د دې خبرداري ځواب له اميتاب بچن څخه د اتو ورځو په دننه كې غوښتى دى. په دې خبرداري كې اميتاب بچن ته ليكل شوي وو چې دا چې نوموړى نن سبا ډېر زيات مينه وال لري نو ده ته په كار دي چې داسې رول ادا نه كړي چې له امله يې مينه والو ته زيان ورسېږي، ځكه د داسې لوړو شخصيتونو هره كړنه، خبره او وينا ډېر زيات ارزښت لري. د اميتاب بچن  زيات شمېر مينه وال غواړي چې د ده غوندې شخصيت او د ده غوندې كركټر ولري او د ده په څېر حركات وكړي، نو له همدې امله اميتاب بچن او د ده غوندې لوړو شخصيتونو ته په كار ده، چې د اداكارۍ پر مها ل له پوره احتياط څخه كار واخلي. د يادونې وړ ده چې اميتاب بچن د خپل نږدې څلوېښت كلن سينمايي ژوند په دوران كې ډېر حيرانوونكي پرمختګونه كړي دي، تر دې چې څو كاله وړاندې خو د بي.بي.سي د يوې سروې له مخې د شلمي پېړۍ تر ټولو د ښه اكټر او ستورې په توګه ونومول شو. ",د باليوډ نامتو ستوري بچن ته خبردارى 580,ساحل," د پاكستان له درسي كتابونو د (لمانځه زدكړه) لوست په ايستلو باندې د خلكو احتجاج د پاكستان په كراچي ښار كې يو شمېر خلكو د د دې هېواد د زدكړو پر وزارت د اعتراض په موخه هغه مهال په مظاهرو لاس پورې كړ، چې د دې هېواد د زدكړو له كتابونو د لمانځه زدكړه تر سرليك لاندې لوست وايستل شو.د پاكستان د يوې ويبپاڼې د خبر له مخې مظاهره كوونكو غوښتل چې نوموړي كسان بايد محاكمه شي، او زياته كړې يې ده چې د پاكستان خلك به هېڅكله له كتابونو څخه د لمانځه زدكړه لوست ايستل ونه زغمي. هغوى خپل دولت تورن كړ چې دا كار يې د آمريكا د خوښۍ لپاره تر سره كړى دى، او ويلي يې دي چې د پاكستان لوړ پوړي چارواكي د آمريكا د خوښۍ لپاره ورو_ورو د اسلام پر ضد كړنې تر سره كوي. هغوى زياته كړې، چې د پاكستان بنسټ د اسلام په نامه ايښوول شوى، خو چارواكې يې نن سبا په هيواد كې د آمريكا په غوښتنه سيكولر نظام راوستل غواړي. البته ويل شوي چې د آمريكا په ګټه د پاكستان د تبليغاتو يا پلويتوب دا لومړى ځل نه دى او څه موده مخكې هم د دې هېواد د ښوونې او روزنې وزارت د زدكړو په كتابونو كې د (بوش) نامه ته ځاى وركړى و.     ",په کراچي کي دزده کړود وزارت پر ضدد خلګو احتجاج 581,," تېر كال تر اته سوه زيات اسرائيليان تر خپل تابعيت تېر شول تر اته سوه زيات اسرائيليان، چې زيات شمېر يې د آمريكا، آلمان، اتريش، اوكراين او هالنډ وو په دوه زره او پينځم كال كې تر خپل تابعيت تېر شول. د اسرائيلي ورځپاڼې يد يعوت آحار نوت د خبر له مخې په دوه زره څلورم كال كې نږدې اووه سوه څلوېښت اسرائيليان چې، ډېر يې له پخواني شوروي اتحاده اشغال شوي فلسطين ته تللي وو تر خپل تابعيت تېر شوي دي، دې خبر زياته كړې ده، چې په دې كسانو كې زيات شمېر د اسرائيلي ورانكاري ايډيولوژۍ له وجې پر خپل تابعيت پښېمانه دي. د الشرق الاوسط د يوه خبر له مخي يوې ښځې، چې تر خپل اسرائيلي تابعيت تېره شوې له يوې ورځپاڼې سره په مركه كې ويلي : زه نه غواړم چې د يوه داسې رژيم تابعيت ولرم چې پر فلسطينيانو باندې ظلم او جنګي جنايتونه تر سره كوي.   ",تېر كال تر اته سوه زيات اسرائيليان تر خپل تابعيت تېر شول 582,ساحل," له چين سره د خاورې مرسته وكړئ په څو راتلونكو كلونو كې به چين ته نور خاوره نه وي پاته، او ښايې له همدې امله يې خلك له لوږې مړه شي. كه حالات همداسې روان پاته شي او څوك يې غم ونه خوري نو په راتلونكو څو كلونو كې به د چينايانو لپاره يوه ذره خاوره هم پاتي نه شي. چينايانو ويلي چې له څه مودې راهيسي په چين كې د خاورو استعمال ډېر شوى دى نو بزګران بايد د كرهڼې لپاره لږ خاوره استعمال كړي. په داسې حال كې چې اوسمهال د چين نفوس تر يوه ميليارډ اوښتى كه څوك ددې ستونزي د حل كومه لاره چاره ونه لټوي تر لږې مودې وروسته به ټول خلك وږي پاته شي. دې ته په پام سره چې د نړۍ يوويشت په سلو كې انسانان په چين كې اوسېږي دا لوى هېواد د نړۍ لس په سلو كې د كرهڼې ځمكه لري نو له همدې وجې دا اندازه ځمكه د دوى ټولو لپاره بس نه ده. ګوبي صحرا، چې د چين په شمال كې پرته ده له لسو كلونو راهيسي مخ په ډېرېدو ده چې په راتلونكو كلونو كې به تر پكن پورې ورسېږي. ",له چين سره د خاورې مرسته وكړئ 583,," ", 584,," د افغانستان د ډبرو سكرو په كانونو كې كاركوونكي د نوو پرمختللو سامان الاتو د نشتوالي له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي د سورغر اوونيزي د يوه خبر له مخي د افغانستا ن په بېلابېلوسيمو كې د ډبرو سكرو يوولس كانونه شته، چې هره ورځ لږ تر لږه يو سلو شل ټنه سكاره ترې راايستل كېږي. په دې كانونو كې د د نوو سامان آلاتو د نشتوالي له امله كاركوونكي له سختو ستونزو سره مخ دي او هره ورځ په كې زيات شمېر كاركوونكي يا مړه او يا بېهوښه كېږي. ډېر وخت وړاندې د جيك په نوم يوې كمپنۍ دغو كانونو ته ماشينونه وركړي وو چې اوس هغه ماشينونه ډېر زاړه او خراب شوي دي. د ماشينونو د خرابوالي او نشتوالى له امله د سكرو راايستلو كار هم ډېر ورو دى او كاركوونكي له دولته غوښتنه كوي، چې له كانونو د موادو را ايستلو لپاره دې دوى ته ژر تر ژره د نوي ټكنالوژۍ سامان وركړي چې په دې سره به نه يوازې د موادو راايستل آسان شي بلكې د كاريګرو د مړينې مخه به هم ونيول شي.  تېره مياشت د افغا نستا ن په ستره محكمه كې يوه قانوني ماده وړاندې شوه، په دې ماده كې راغلي وو چې د بهرنيو هيوادونو شركتونو ته دې اجازه وركړل شي چې تر څو د افغانستان د ډبرو سكرو په كانونو كې كار وكړي.  كه چېرى دولت د كاركوونكو دا ستونزې حل كړى نو دوى به وكولاى شي چې د هيواد په نورو برخو كې هم د ډبرو سكرو زېرمې پيدا كړي. ",د افغانستان د ډبرو سكرو په كانونو د مرګ ګواښ ډير وي 585,ساحل," د هند وتلي او نامتو ستوري عامر خان دويم واده وكړ د هندۍ سينما باليووډ نامتو اداكار عامر خان د ډسمبر مياشتې په يودېرشمه نېټه له كيرن راو نومې نجلۍ سره دويم واده وكړ. كيرن راو له عامر خان سره په لګان فلم كې اسيسټېنټ ډايريكټره وه. د لګان فلم جوړېدو پر مهال دوى له يو بل سره وپېژندل او بيا چې كله عامر خان خپلې لومړۍ مېرمنې ته طلاق وركړ دواړو له بل سره د واده پرېكړه وكړه، دوى د واده دا خبره له ميډيا پټه ساتلې وه. د عامر خان او كيرن راو نكاح د ډېرو ساده مراسمو په ترڅ كې وتړل شوه، يانې يوازې د دوى كورنيو په كې گډون درلود. اوس د اخبارونو او ټلوېزونونو خبريالان د عامر خان د كور پر شا وخوا ګرځي او په دې تمه دي، چې كله به د عامر خان او كيرن راو خبرې او تصويرونه تر لاسه كړي. ويل شوي دي چې راروانې درې ورځې به عامر خان او كيرن راو د هند په غرنۍ سيمه پنجګلي كې تېروي او هورې به دوى خلكو ته د واده ډوډۍ وركوي، په دې ډوډۍ كې به د باليووډ نور لوى_لوى ستوري هم گډون كوي. ",د هند وتلي او نامتو ستوري عامر خان دويم واده وكړ 586,," په عراق كې تر دوه ويشت سوو زيات امريكايي پوځيان وژل شوي د امريكايي پوځونو لوړپوړو چارواكو تېره ورځ  وويل چې د عراق په شمالي سيمو كې د يوې چورلكي د لوېدو له امله پكې دوولس سره تنه سورلي مړه شوي او ورسره درې تنه نور پوځيان د فلوجې ښار په پوځي عملياتو كې ووژل شول. د فرانسې د نړيوالي راډيو په وينا د امريكايي پوځونو چارواكو ويلي چې د شنبې په شپه د عملياتو پر مهال د امريكايي پوځونو لېږدوونكې بلك هاوك نومې چورلكه د عراق شمال تلعفر ښار په سيمو كې وركه شوې وه  چې د يك شنبې په ورځ يې لاښ د د تعلفر ښار ختيځ لور په دوولس كيلومترۍ كې وموندل شو. د دې لوېدنې له امله دوولس سره تنه پوځي سورليان پكې وژل شوي دي. همدا ډول په همدې ورځ درې تنه نور امريكايي پوځيان د فلوجې ښار كې په پوځي عملياتو كې ووژل شول. د دې پوځيانو د وژنې د شمېر سره پر عراق د امريكايي پوځي بريد د پيل څخه بيا تر اوسمهاله  د امريكايي پوځيانو د وژل شوو كسانو شمېر دوه زره دوه سوه او لس تنو ته رسېدلى او همدا ډول د جنګ د پيل نه بيا تر دې مهاله شپاړس زره، درې سوه او نه ويشت تنه ټپيان شوي دي. ",په عراق كې تر2200زيات امريكايي پوځيان وژل شوي 587,زمری,"  مینه د ځان   آزارول   نه  دي   څه؟ د ښامار غاښ ته زړه نېول نه دي څه؟   د معشوقو او عاشقانو داستان جفا ، رټل او کړول نه دي څه؟   د لمبو بل نوم ده چا مېنه ایښی د اور   عادت تل  سوځول نه دي څه؟   د وفا  طمعه د   جنون    نښه  ده د وصال خیال   زړه ځورول نه دي څه؟   «حوا» د خدای قهر ته ورکړ آدم د لو ڼو   دېن  د مور کول نه دي   څه؟   د لیلا خویندو ته د زړه ورکول د مجنون  روح ور سپکول نه دي څه؟   باور دیار په درواغجنو  وعدو لکه ما شوم ځان غولول نه دي څه؟   زمریه !  څله    دی ماتم   نیولي  ؟ د ښکلو کار زړه ماتول نه دي څه!   ",مينه 588,زمری," وائې  چې  د هجر  شپې  تیارې  دې  او  اوږدې ډیرې ما    خو  پکې   ولېدلې  هر   خواته   ډیوې   ډیرې   یو  خوا  مې  یادونه   راته  ایښي  غرونه ،غرونه  وو پورته  له  هر  یاده  وې   د  غره  په  څیر  لمبې  ډیرې   بل  خوا  مې  داغونه   سو  ځیدل  راته    له  سوز   سره وېنې  لکه   تیل  وی  ، دې  څراغ  کې  او پلتې  ډیرې   یو خوا  مې  د  مینې  له  لوټ  ښار  نه  جګیدل  لوګي بل  خوا   د  جفا  د   لښکر  تورې  ځلیدي   ډیرې   یو  خوا    مې  د  غم  په  نغری    کې     پخیدې  غوښی څریکې  د   حسرت  مې  په  لیمو کې  رغړیدی ډیرې   یو  خوا   سوځیده    راته    د  هیلو    د     مزار     ډیوه بل      خوا   د    آرمان    نه  الوتلې   پلو  شې  ډیرې   دومره  رڼائې  کې  زه   د نور   په  شانې  ورک  شومه وچې  مې  لیدې  په  ر ڼو  سترګو  ناکردې  ډیرې ۲۳/۷/۲۰۰۰   ",دهجر شپې 589,حبيب الله غمخور," حبيب اله  غمخور 2006.01.09 دتيري يکشنبې په ورځ(  2006.01.08  ) دافغانستان ولسمشر داسو شييت پرس داژانس سره په  مرکه کښي دکوکنارو کرل اودمخدره موادو سوداگرې  تر دهشتگرۍ  او ډاراچونو لوي گواښ وباله  او ويي ويل  : ((گروه هاي خارجي و دهشت افگنان زارعين افغانرا مجبور ميسازند دست به کشت خشخاش زنند... )). اريايي سا يټ  2006.01.09 .متاسفانه ولسمشر هم د تل په شان هيواد وال په تاريکه کښې  ساتي او ددغو بهرنيو ډلواو دهشتگرو گروپونو اود هغو نومونه چې بايد څرگند شي نه واضح کوي ،او داچې هغوي څنگه افغانې دهقانان دکوکنارو کرلوته اړباسي ؟ .داهغه ملي ستونزه ده چې ولسمشر څوځله افغانان په معلوماتي خلا کې ساتلي دې ،ښه بيلگه يې څه موده دمخه دولسي جرگې غړوته په ويناکي ددي خبري يادول وه چي هغه دوه جگپوړې کسان بهرنيانوته په جاسوسۍ او چوپړ تر سره کولوله کاره گوښه کړې دې ،مگر هيڅوک نه پوهيږې چې دا دوکسان څوک دي اوچيرې يې دکوم هيوادنوکري کول ؟ اوداسي نور .. . په همدغه مصاحبه کښي ولسمشرد خبرنگار سره  په خبرو کې دطالبانو مشر ملا عمر ته داډول بلنه ورکړه ((  رئيس جمهور افغانستان از ملا محمد عمر رهبر طالبان دعوت کرد د باحکومت او تماس گيرد و در پي ا شتي افتد . اما او ابراز شک کرد که رهبر فراري طالبان از مخفي گاه خود خارج گردد)) . اريايي سا يټ  2006.01.09 . ددې خبر په هغه تفصير کښي چي د امريکا ږغ راډيولخوا نن د2006.01.09ورځ خپريږي ويل کيږي چې دافغانستان ولسمشر دطالبانو مشر ملاعمر ته بلنه ورکړې چي دحکومت سره روغه جوړه وکړې ،او دۍ يعني ولسمشر کرزۍ دې ته چمتو دې چي دملا عمر خبري واورې ،خوملاعمر لومړۍ بايد خلکو ته دخپلو کړنو په هکله ځواب ووايي اودخپلواعمالوحساب ورکړې  ... هيواد والو ته څرگنده ده کله چې ملاعمر امريکايانو ته دالقاعدي دسازمان دمشر بن لادن دسپارلو نه ډده وکړه دامريکا او ملاعمر دښمنی پيل سوه ،په ځانگړې توگه د2001زکال دسپتمبر په يولسمي ورځې  په واشنگتن کې تر ترهگريز بريد وروسته امريکا  دطالبانو درژيم ونسکورېدو، ملاعمر او بن لادن د نيولوياله منځه وړلو په خاطر پر افغانستان ورودانگل دملاعمر پرسر چي څوک يي دامريکايي قواو په لاس ورکړې ((لس ميليونو دالره)) جايزه کښېښودل سوه،دامريکايانو دا پرېکړه همدا اوس هم په خپل قوت پاته ده . اوس له هيواد والو نه لار ورکه ده نه پوهيږي چي داکوم ډول سياست او پخلاينې ته بلنه ده ؟ له يوي خوا ولسمشروايي کيداي شي ملاعمر زموږ سره ارتباط ونيسي او زه حاضر يم دهغه خبري واورم او له بلي خوا  دولسمشر تر ويناوروسته دهغهوياند ښاغلۍ خليقاحمد سمدستي دفرانسي  يوه ژورنالست  ته وايي : ملاعمر رهبر فراري گروه طالبان مي‌تواند خود را تسليم كند ولي از قانون عفو نمي‌تواند استفاده كند و از اين رو در صورت تسليم محاكمه خواهد شد. به گزارش خبرگزاري فرانسه از كابل سخنگوي رئيس جمهور روز يكشنبه در پاسخ به پرسش نماينده اين خبرگزاري در كابل گفت: رهبر طالبان مشمول عفو دولت نخواهد شد ودر صورتيكه خود را تسليم كند بخاطر اقداماتش بر ضد ملت افغانستان محاكمه خواهد شد. ملاعمر از زمان سقوط رژيم طالبان در پائيز سال ۲۰۰۱ تاكنون متواري بوده و متهم به داشتن روابط نزديك با القاعده است . دولت در سال 2005 فرمان عفو عمومي درمورد افراد طالبان به جز 150 تن از سران آنان كه مجرم شناخته مي‌شوند، صادر كرد.    ملاعمر همواره انديشه تسليمی خود را رد كرده ومردم را به ادامه نبرد بر ضد آمريكا وهم پيمانانش دعوت نموده است .     کيداسې پداډول يو مخالفه ډله يادهغې مشر خبرو ته راوبلل سي ؟ داډول بلنه به څه گټۀ ولرې ؟ که د افغانستان  په دولت ،پارلمان او نورو ادارو کښي دکار يوازي هغه کسان جوگه کيداي سي چي پخوانۍ يي پاکه وي ؟ خو اوس عملاپه دولتي اداره ، ملي شورا يعني په ولسي اومشرانو  جرگه کښې داسي کسان غوښن ځايونه لري  چې دهيواد په ورانۍ او افغان وژني کښي په ټولو تورونو متهم دي ،او داهم بايد هيره نشي چي همدگو په هر نامه چي وه دبهرنيانو په پيسواو وسلوداوطن داسي وران کړ چي اوس يي هيڅ معماردجوړيدوجوگه کيداي نسي ،دهمدااودداسي  ښاغلوپر کورونو دغريب او ځورېدلې ملت  پر سر دبهرنيانو دخيرات او يا قرض په پيسو دولتي فيرداران ولاړدې .  دهيڅ  بشري قانون  په اساس به داحق پيدا نکړې  .  دهغوي نه ولې افغان ولس ته دحساب ورکولو پوښتنه او غوښتنه نه کيږې ؟ هغوي همدا اوس هم دملت دوينو په دنډونو کښي لامبې ،هوسونه کوې، اودژوندنه خوندونه اخلي ، بهرني سفرونه لري  ،دادهيروئينو اوماشومانوقاچاق اوسوداگري څوک کوې ؟ داتارياک په هيرئينوڅوک اړه وې ؟ او چيرې يې اړه وي ؟ ايا داخوار بزگر دۍ ؟ اوکه هغه چې په دولت  او پارلمان کې غوښن ځاي لري ؟ اويا هغه چې په سيمه کښې د پوځي قوت څښتنان دې ؟ لنډه داچي دادکوم حق پر اساس  دوي بايد مسؤنيت ولرې  ؟اوهغوي چي دخپلي ناپوهې ، اودپردو دسياستونوقربانيان دې ،ياله اوسني دولت او اداري څخه ډارول سوي دي ؟، يا هغه چي دزور او زرو دخاوندانو،تنظيم سالارو او جنگسالارو دغير انساني کړنو ،تيريو ، رشوتونو توهينونواو تهديدونو دي ته اړيستي دي چي دبن لادن  ،پاکستاني او نوروبهرنيو هيوادو استخباراتو ،ملاعمر او گلبدين دسياسي هدفونو، چړچو او مزو قربانيان دي چې همد اوس په غرو رغوکښې شپي او ورځي سباه کوې؟ پدې هر څوک پوهيږي چې ولسمشر کولاي شي دقانوني صلاحيتونو په چوکاټ کښې خپله پرېکړه بدله کړې  .   دافغانستان دولسمشر ښاغةي کرزي د  دغه  ډول  بلنې  په هکله چې خبر يې دلوي اختر په شپه دغربي راډيوگانو له لاري يو په بل پسي خپريږي داورېدونکې سره لاندي سوالونه پيدا کيږي ؟ ۱/ ملاعمر يو عادي سړۍ نه دۍ ،هغه هر څه چې وو يو وخت ددي ملک واکدار و اودافغانستان په سلوکښي پر پنځه نوي برخو يي واک چلېده ؛اوس چي دهغه نه په زور واک تر لاسه شویدۍ څنگه کيداي شي په داډول بلنه داومنل شي چي هغه به خپل لاسونه تر شاوتړي او ددولتي پوستې ته به حاضر شي . داسي يومثال خو چاپه تاريخ کښي نه دۍ ليدلۍ . ۲/ تر اوسه دامريکا متحده ايالات اعلانوي هرڅوک چي ملا عمر دهغوي په لاس ورکړې هغوي به لس ميليونه ډالره جايزه ورکړي ،څنگه ومنل شي چې پداډول شرايطو کښي  دا بلنه جدي ده ؟ ځکه خپله ولسمشر  هم په بلنه کښي څرگندوې چې هغه بايد لومړۍخلکو ته دخپلو کړونو په اړوند ځواب ووايي اوبيا زه دهغه دخبرو داورېدو لپاره اماده يم   . دمخالفو قواو تر منځ مذاکراتو ته داډول بلنه عجيبه او غريبه برېښي . ۳ / که يوه لهظه داومنو چې ملاعمر دي دومره ساده شي چي کومي امنيتي حوزي ته ورشي اويادکومي امنيتي دولتي ادارې سره تماس ونيسي  او خپل ادرس ورکړې ،په هغه صورت کښې به امريکايان او اروپايي نړۍ کوم غبرگون ښکاره کړې ؟ ځکه ولسمشر په خپلو خبرو کښي ونه ويل چې نوموړې خپلې خبري او وړانديز کول دامريکايانو او اروپايي نړۍ سره کوردينه کړيدېۍ او دهغوي غبرگون څه دۍ ؟ . په دې ټول باور ولري چې دداډول غوره مسلوپه هکله نشي کيداي چې دامريکا او اروپادهيوادو دچارواکو او دولتونو غوښتنې او غبرگونونه په نظر کې ونه نيول سي . ځکه داتر لمر روشانه ده چي دهيواد په ټولو دولتي کارو کښي امريکاتر اوسه لا برلاسې  ده ،ځکه همدا اوس تر بل هر بهرني هيواد امريکا زيات تلفات ورکوې او لوي لگښت لري  . ۴ / که ولسمشر  ملاعمر  خلکو ته دځواب ورکولو لپاره رابولې ،او ياورته وايي راشه دلته محکمي ته حاضر شه ، دا ډول بلنې ته  ددولت سره د روغي جوړې  لپاره بلنه نشو ويلاي ،او طبعې ده چي هغه به هيڅ وخت دا ډول بلنه ونه مني او را به نشي .  پدغه صورت کښې دهغه ملامتول چي ددولت لخوا يې دخبرو لپاره بلنې ته مثبت جواب ونه وايه له انصاف نه لري برېښې . ۵ / که دا بلنه يوازي دسياسي تبليغ او گټې اخيسني لپاره تر سره شوې وي ،فکر کوم تر گټه يي تاوان ډير دۍ .زماددي خبري ثبوت همدا دطالبانو دمشر عاجل غبرگون دۍ .  داډول بلنه په خپله دملاعمر تبر ته لاستۍ ورکوي اوکه دغه مرکه او دولسمشردوياند خبري چې دهمدې مسلې په هکله شوي دي هر چاته واورول شي ، نو ملاعمر اويادهغه پلويان به اوريدونکې يا لوستونکي ته پر دغه خبره قناعت ورکړې چي دولتي چارواکې نه غواړي  دملي پخلايني پروسه پلې شي . تر اوسه چي دملاعمر  په هکله دمسلې هر اړخيزه دحل لاره نه ده پيداشوې او يا څوک نه غواړې پيداشي ښه به داوي چې ددا ډول بلنو څخه چې دخندا وړ او عملي بڼه نلري ډډه وشي . اوس بيله هغه طالبان وايي : موږ دا حکومت نه منو ،دا يو گوډاگۍ حکومت دۍ،  ددوي په تعبير طالبان يو اسلامي حکومت جوړوې ؛ پدي لار کښي د انکار نه مننونکو بيلگوپر اساس د پاکستان استخبارات   او يو يوشمير نورې پټي شبکې ددوي شاته ولاړې دې . ښه به داواي چې هر څه پخپل نامه ونومول سي . پدا ډول بلنه هغه پر حق دۍ چې دا شان وړانديزونه رد کړې  ،په حقيقت کښې د داشان وړانديزوپه څرگندولو سره يوه گټه تر لاسه کيداي شي هغه دا چې ملاعمر او طالبانو ته داوسنۍ اداري پر خلاف  دتبليغ لپاره ښه لاملونه پيداشي ،که دقيق ورته پاملرنه وشي ،کيداي شي هغوي دداشان بې بنياده بلنو نه دخپلو پلويانو دمورال په اوچت ساتلو کښې پراخه  استفاده وکړې  .  دااوسنۍحالت دافغانستان ددښمنانو په گټه دۍ  او يو شمير هيوادونه له خدايه غواړي چي په افغانستان کې اميت گډود وي ،هر څومره چې اوبه خړې وي ماهيان ښه پکښي نيول کيږې ،اوس پدې خړوشو اوبو کښي زمور ليرې او نږدې گانډيان هره ورځ دخپلي خوښې ماهيان نيسې . رښتيا داده چې امنيتي وضعه  په افغانستان کې ورځ په ورځ  دجدي گواښ سره مخامخ ده ، حتا هگه بهرنې هيوادونه چې فکر يي کاوه طالبان به وځپې ، القاعده به ورکه کړې دڅومياشتو په موده کښي به هر څه جوژ او دوي به دوباره بريالې خپلو هيوادو ته راستنيږي اوس حيران دي چي دلته حه کيږي او ولي دترهگريو مخه نه نيول کيږې ؟ ښه زماخبره دا معني نلري چي هغوي دي په سياسي او پوځي حالاتو نه پوهيږي ،موږ ته داسي جوته وي چي دکلاوي سر ځيني ورک دۍ . يوځل بيا دتيرو لسيزو کورنۍ جگړې  په دوددټولنيزگټې اخيستنې مؤسسې ، ښوونځۍ  اوښوونکې ددولت دمخاليفينو دحملو لومړۍ هدف گرځيدلۍ دئ ، دا نورډول حملود خلکو خواشيني ورځ په ورځ زياته کړېده .  هره ورځ دهيواد په گوټ گوټ کښې د ځان وژنې بريدونوله امله بيگناه انسانان له منځه  ځې . تر ټولو بده ، زړه بوگنوونکې او خطر ناکه پديده پدې ورستيو کښي دځان وژنو په بريدو کې دافغانانوگډون او براخيستنه ده . ځان وژنه دترور هغه بڼه ده چې مخ نيوۍ يې دهرچالپاره سونزمن دئ . زما په فکر هغه ديني عالمان چي په هيوادکې دسولي او امنيت سره علاقه لري دځان وژني پرخلاف بايد تبليغ وکړې  ؛ ځان وژنه چې په حقيقت کې قتل دۍ او قتل په اسلام کې لويه گناه ده  زموږ ملايان بايدتر پنځه وخته لمانځه وروسته هيواد والوته د ځان وژنې دنيوې اواخروې ناوړه پايلي تشريح کړې . داسلام دمقدس دين دحقيقي اساساتو پر بنياد دادروغ خلکو او ځوان نسل ته روښانه کړې  ،په هر نيت چي وي ځان او بل وژنه دلوي خداي  داحکامو څخه سرغړونه ده ،چې ترسره کوونکۍ يي ستر گناه کار گنل کيږې . يو انسان په دووحالاتوکې ځان وژني ته اماده کيږې : لومړۍ /  دشخصي ستونزو له مخي ځان وژنه  : داډول ځان وژنه هغه وخت صورت نيسي  چې يو کس دژوند ستونزو او کړاو دومره راوپېچې چې لارځېني ورکه کړې  ،هغه بيله ځان وژني بله چاره نه وينې ، دا ډول ځان وژني معمولا يوازي هغه څوک دژوند نه محروموي کوم چې بيله دغه پريکړې بله لار نه ويني . له بده مرغه دا ډول ځان وژني پدې ورستيوکې زموږ په هيواد کښي دکورنيو او ټولنيزو تاوتريخوالي او دژونددهراړخيزو ناخوالوسره دلاس او گريوان څرگنده بيلگه ده .دداډول ځان وژني اوقربانۍ شمير لوړه کچه   په افغاني تورسرو (ښځو)  کښې ليدل کيږي  . دوهم ډول ځان وژنه چې دشلمي پيړۍ په ورستيولسيزوکښې يې خال خال بيلگي ليدل کېدې ،تر فلسطين راوروسته پسله هغه چي په عراق کښي دامريکايانوپر خلاف مقامت زور واخيست  يوه ورځنۍ پيښه شوه ، هره ورځ دځان وژني  ترهگريز بريدد قربانيانوشمير تر بلي ورځي ډيريږې . او دامريکا يانو پر خلاف دمقاومت په يوي معمولي بيلگې بدله شوې ده .  اوس داسي څرگنديږي چي له بده مرغه دبهرنيو مذهبي بنسټپالو او تروريستي سازمانو په مرسته  او هڅونه  دالعنتي او توره پديده زموږ په هيوادکښې دهغو په منځ کښي چې له دولت سره په مخالفت کې قرار لري هم رواج پيدا کوي . داډول ځان وژنې دژوند دکوم شخصي ستونزو له مخې صورت نه نيسې،ځکه موخه يي نه يوازي دکومو ستونزو له امله له دنيا نه سترگي پټول او له غمه ځان خلاصول وې ،بلکې دسياسي موخو لپاره ترسره کيږې ، ددغه وحشيانه عمل لپاره دعقيدي ، ملي او شخصي غرورڅخه په استفادي سره يو معصوم انسان پسله زيات تبلغاتي او تر بيوې کارپه پايله کښې ځان وژنې ته اماده کيږې . هغه  يو بيچاره اوله دنيا نه ناخبره  ته چې کوم مذهب او دين ته عقيده لري   په اخيرت کې تر هر چازيات  ورته دښه ژونداو نعمتونو دوعدو په ورکولو سره دغه سياسي قربانۍ ته اماده کوې ؛ تر ملا يې چاوديدونکي مواد ورتړې او دځان وژنو هدف او ځاي ورته په گوته کوي .پدا ډول ځان وژنه کښي په لسهاوو او کله کله په سلهاو بيچاره او بيگناه انسانان له منځه ځې . داډول لاملونه او ياپدې ورستيو کښي دافغانستان او عراق دسياسي او پوځي حالاتو او تغيراتو پر بنياد چې په امريکا کښې يې ولس دغې ته هڅولۍ دئ چې بايد خپل پوځيان ورو ورو له دغو هيوادو وباسي او ځاي يي دناټو او ياپه بل نامه پوځي قوتو ته پريږدې تر هر وخت زيات دا حقيقت را څرگنده وې چې افغانان بايد پخپله دخپلو ستونزودحل لاره پيداکړې  او دخپل هيواد دبياجوژولو جوگه سې .                                                                                                       دملي پخلاينې سياست  پلي کول په صادقانه توگه دملي ارمانو دسرته رسولو په خاطر کولاي شي تر ډيره ځايه دا اوسنۍ ستونزي حل کړې  . ټول افغانان چي خپل وطن ورته تر هر څه گران دۍ وړانديز يي دادۍ او پخوا هم و چي درښتيانيو خبرو او مذاکرو دروازه تل پرانيستې اوسي . په عمل کې هيواد والو ته حرگنده شي چې څوک په هيواد کې سوله غواړې او دهيوادله بيا جوړوني سره علاقه لري ، او څوک تنها له همدغه نامه او شعارونو څخه دسياسي مخو او دولتي واک پخپلو کې دساتلو لپاره استفاده کوي . زما په عقيده  دافغانستان دروښانه  راتلونکی  په منظور دبې پرې يعنې بيله هر ډول پخوانيو سياسي اړيکو ،مذهبي ،ژبنې او قومې روابطودپه نظر کې نيولوسره دملي تفاهم او ملي روغې جوړي دسياست پلي کول به په عمل کښي دهيواد بيا جوړونې او سولې دټينگښت لپاره لاره خلاصه کړې . په افغانستان کې نه يوازي طالبان او دگلبدين پلويان دهيواد په سياسي بهير کي بي برخي پاته دي په حقيقت کې نور روڼ اندي ځواکونه هم په يوه او بل نامه په دولت کښې دگډون څخه لرې ساتل کيږې . ددغه شان سياست پايلې دې چي اوسنۍ دولت له هرې خواد گوت نيونې او گواښ سره مخامخ  دۍ . يودولت هغه وخت بريالۍ دۍ چي د په هغه  په جوړښت کښي غوڅ ډېره کې  خپل ځان ووينې ،اوپه دولتي چوکۍ کښي دکار لپاره يوازي او يوازي دپوهي او لياقت په اساس  کومڅوک گمارل شوۍ وي  .                                                                    بيله دينه چې افغانان دخپل رژيم او دولتي جوړښت نه پخپله خوښه ملاتړ وکړې دوسلوداستعمال په زرو او تهديد ناشونۍ کاردۍ . که هدف په رښتياسره دټولو خوابدو پخلاينه وي اودبهرنيانو په گډون اوسني دولتي چارواکې غواړې دتل لپاره دافغانستان  خاوره دپرديو دلاس  وهنو څخه  خلاصه او افغان بالاخره ديوه انسان  په توگه حق پيداکړي چې  پخپل هيوادکې دارامۍ سا ه وباسې  لازمه داده چي دداډول بلنو پر ځاي دافغان ولس  واقعې استازو ،پوهانو او عالمانو ،قومي مشرانو اودتجريبو خاندانو ته چي له نيکه مرغه په هيواد کښي دننه او له هيواد نه بهر يې شمير تر اوسلا زيات دۍ  په  دغه يوه لويه غونډه کې مراجعه وشې دهغوي سره ددغې ملي لانجي دحل پر سر مشوره وشي تر خبرو او مشورو وروسته دافغان ولس دوروستۍ پرېکړي په اړوند د هغوبهرنيو هيوادو سره چي په دغه مسله کښي په ډول دډولونو شريک دې خبري وشي يوه معقوله دحل لاريي ولټول سي  . کيداي سوه په دې هکله دملې شورا سره هم مشوره شوي واي  ،خو متأ سفانه  هغه ددې ملي  کار جوگه  کيداي ځکه نشي  چې په سلوکښې شپېته يې په رښتياسره دملي گټوسره مينه نه لري او نه غواړې په هيواد کښې سوله او امنيت راشي ،ددموکراسۍ دپلي کيدو لپاره لار پرانستل شي ،افغانان  دداسي يوه پارلمان ،دولتي اجرائيه او قضایيه قوي درلودونکۍ شي کوم چې دکار او فعاليت اساسي لورۍ يې دافغان ملت فرد فرد ته چوپړ وي او ملې گټي تر هر څه ورته مقدسي وي . دغه شان لوړې او لوېې ملي غونډې ته بايد دخوابدو ډلو ،گروپونو،سازمانونو ،گوندونو استازو ته په پوره ډاډاو شخصي ژوند دامنيت په تأ مين سره دگډون امکانات برابر شي . دغونډې پرېکړه په هيڅ صورت  بايددلږکيو او ډيره کيو دکلمو کارولوته ضررت پيدا نکړې . غونډه بايد زموږ دنيکه ، ميرويس نيکه په دود په افغاني روحيه او فضاکي بيله بهرنې استازي  دگډون او لاس وهنې څخه جوړه سې . پورته کارو سرته رسول يوازي او يوازي په افغاني او اسلامي اخوت سره تر سره کيداي شي ، په غونډه کښي دتيريدني او غوږ نيوني روحيه دغونډي دگډون کونکو لپاره اساسي خبره ده ،او هر هغه څوک چې په دغه ملې غونډه کې برخه اخلې دخپل وجدان او ملي مسؤليت له مثي بايد دا موخه ولري چي څنگه وکولاي شي دټولو افغان خوابدو اړخونو تر منځ جرگه شي او هغوي سره پخلا کړې . که دغونډي پايله خداي نخواسته منفي هم وې دخوابدو راغلې استازي بايد په ډير حرمت  دوباره رخصت شي . زماپه اند دافغانستان دواسني ملي کړکېچ دحل يوازنۍ لاره به داوي ،نه دژورنالستانو سره په مرکوکښي خبرو او مذاکروته دمخاليفينو رابلل  ،او هغه هم بيا په داډول . فکر کوم داورځ رارسېدونکې ده چي اوسنۍ اداره به دملې پخلايني لاره خپلوې ، ولي ښه داده چې ناوخته شوۍ نه وي او افغاولس زيات تلفات نه وي ورکړې ددې ملې مسلې دحل  معقولې لاري و لټول سي .  دامنم چې دمسلې دحل کلې بهرنۍ فکتور دۍ خو دفلسفي اسل په اساس هر حه تغير مومې ،اوپه ټولنه کښي  داسي طبعې قوانين  شته چي په هغو سره په پوهيدو او له هغو نه په معقولي استفادې سره کيداي شي پر بهرنې فاکتور باندي هم تأثير وښندل سې او... . ليکنه پدې پښتو متل پاي ته رسوم  :   په زور کلې نه کيږې . مؤخذونه : بي بيب سي    2006.01.08   امريکا ږغ راديو پښتو او دري خپرونې  2006.01.09     www. Afghanistan .ru انترنت ويب پاڼه دجنوري ۱تمه او نهمه نيټه   ", داډول بلنه به څه گټه ولرې ؟ 590,عبدالهادي ريشا - کراچي," عبدالهادي ريشا - کراچي  پس له څه مودې کندهارته ولاړم . هورې مي څه ولیدل ، څه واورېدل او څه وویل ، دادئ ستاسي سره به یې هم شریک کړم. تعمیرات ارت سوي او جګ سوي وه. د آزانو په لحن کي توپیر راغلئ وو. پره دۍ وعدې هسي خوشي دوړي وې . در شوت ( بډي اخستني ) درک به هغه مهال درمعلوم سي چي کار دي بندسي او ورته ودرېږې . دا داري فساد نومه کوه خبري . چي رشوت ډېر وي دسواد هلي ځلي هم ډیري کيږي . دلهولعب ، فرما يشي سندرو ، فسق ، فساد ، قمار ،چرس او نورو باطلو مصروفیتو آوازې هم تر غوږ  رارسېدلې او مخ پر وده بلل کېدلې. نور دا هم ويل کيدل په اصطلاح چي چور په ټېکه دئ .   موبايل ټليفون مستې والا  لا هم درلود، زما پخيال دباغلي والا په توبره کي به هم دکاڼو سره پروت و . خواقتصادي حساب چانه ورته کاوه يواځي موډ و ، مفاد يې خارجي شرکتو ځغلاوه  . دچښنګ د اوبو بې آبي  د خارجي بوتلانو په اوبو تلافي کېده. په خارجي- تجارتي -استهلاکي اموالو مارکېټونه بوز او مالا مال ولاړ وو، خو دګدایي کچکول مو وطن  پر وطن ګرزي . سرا چې ډيري سوي  دي يعني سراچه موټران نوچي سراچې ډېري وي د نابللو مېلمنو هم لار نه وي . دمړي موټران ګل پوشه دناوي ګل پوشه تخت بمبارډ . درواغ تهمت ، حق خوري بې توله ده . يودبله دپښو خاوري کښل عادت غوندي ښکاري . نوڅه درته ووايم خدای مومه ناجوړه کوه بادار مو ډاکټر ، شفاخانه ، او نقلي دواته مه اړباسه . دخارجيانو کاروته خصوصاً د انجوګانو کارونه برای نام  دي . وکارته صرف خالونه او دړۍ  ورايږدي . برق د پخوا پشان نوبتي  دئ . اميد يواځی داميد وارانو سره پاته دئ . هر سړی سبا ته ګوري  وايي ٬٬ ودرېږه، چي څه کيږي؟٬٬ مګر سبا هم دنن څخه معلوميږي، ددغې هفتې ورځ ده.   د مړو پر قبر ګروپان لګيږي ، دژوندو دپاره اريکين شمع يا تايکه. اوس نو تاسي فکرو وراچوی، محاسبه وکئ او بېلا نس  وسنجوئ ، چي داتعميرات چي مېخونه، چپراس او  نور د تعمیرټوله سامان خود خارج په اسعارو راځي ، نو ددې استهلاکي مالو واردات په کمو اسعاري عايداتو اوکم اقتصاد دبيروني ممالکوڅخه زموږ مملکت ته راوړل کيږي ؟  اسعاريي دکمه کيږي ؟ نودداسي بې تناسبه نا متوازنه بيلانس وادات دیوه غريب مملکت داقتصاد شمزۍ نه ورماتوي او پرڅټ يي ملا ماتونکی بار ندئ نوڅه دئ ؟ هو د ښار سړکان ډامبر سوه خو داسی ډامبر سوه چي په لږ وخت کي بيا دښار د بازارو  رنګ خړ پړ ، کپرک سپېره سوه،  اوس هم چي څوک پکښې تيريږي  دپخوا پشان به سترګي چوغۍ پزي ته دسمال نيسي خصوصاً (هرات بازار) ډبي ډبي تر پخواني خامه سړک بتر دئ .   د بابا صاحب پر قبر د برقو لاړونه ولګېدل، خو اوس بيا څلور ګروپان مړه لس لګيږي ، لس مړه درې لګيدلی بيا  اته مړه شل لګيږی .   دشا ه حيسني تر زيارت پوري غر چمنان  مرغه حتی ځیني زيرني    سوې  نو که مراقبت اوپالنه يې ونه سي هغه چمنان به وچ مرغه به يي پروړسي او دشپنو پسونه به پکښي ګرزي . نوري پروژې هم دا ډول واټکلوه .   هره پروژه چي جوړيږي وروسته ترميم اومرتقبت غواړي ، که يې وروسته پالنه ونه سي ګواکي هيڅ (مصرف بيهوده ولاړ( که په رشوت خورو هم دحکومت دخوا عدالتي شلاخي نه وي پسې پای به يي داوي، چي خپل سرته به ايله وي او چی زړه یې غواړي هغه به کوی . نواې د حکومت واکدارانو! هغه خو د سري رشوت خواره مودر ګرزوی چي عاجزه خلګ رامرو ړي . پس له هغه څخه ای دحکومت لوی او کوچني کا ر دا رانو! خبره واورۍ . دې بدبخته ملت چي ستاسي وروڼه دی دتيرو حکومتو او نورو غټانو دلاسه يي خورا تاړاګونه تيرکړي  او ګاللي دي ، نن چي تاسي د نوی کمپیوټري مفکورې سره دوی دخدمت ځګر ټکوئ ، نو دخلکې (خرقې)روی ته وګورئ که به دا خپل غمجن وطن وال  نور نو دمراجعې په وخت کي سرګردانه کوئ . دې ځوريدلي قوم  ته مه واياست چي نن ولاړسه سبا راسه، نور يې مه تېرباسئ . شاعرانو او ليکوالانو! تاسي چي دا ولسو ممتازه، دوراندېشه اولس پاله قشر ياست تاسي ته هم وايم چي ، ستاسی دي وي که به په خپل تاثيري آواز سره اولسونه نه ويښوئ او غوږونه به يې نه خلاصوئ . ستاسي د پاره په دې حساس وخت کي نه ده پکار چي د ګل رخو د ګلابي باړخوګانو څخه مڅي واخلئ . اوس ستاسي وارد دئ، چي دتورمخو تورمخان او توري جولې لڅي کئ او په مخ یې منګاچي او غاښونه ولګوئ . حکومتو ته ښايي چي د ټولو مو ئسساتو پروژو کلکه حارنه اومراقبت وکي. متجاویزین  خپل سر ته ایله نه کي ، چي دخلګو پر حقوقو تيری وکي، لاس بري اوخود سري اوسي . په ډېره زړسواندۍ سره د بېوزلو د فاع  وکئ ، د بدو خلګو دبدی مخه با يد په ټينګه ونيسئ،  نو به هم خدای (ج) هم د  خدای (ج) دمخلوق راضي وي .    عبدالهادي-ریشاء کراچي   ",کندهار مي وليدی 591,ارواښاد مولوي عبدالغفار بريالی," اوس به خوني سم په خپل ځانه  صورت مي وځي له فرمانه  بس ته قسمته د خدای پار دي  نو ر مي تمام صبر و اختيار دي   له دی ژوندونه مي زړه تور دي يا ليونتوب يا اثر نور دی سرګرداني کړمه له عمر پريشانه  پر وطن بل د غضب اور دي  که ځيني وځمه پيغور دي  راباندي مه ګرځه اسمانه دا اوس رضا ده او که زور دی که بخت بيده د بل پر کور دي  يا مي اخيستی ستا د سرو سترګو ازار دي د ځمکي مخ دي دا که ګور دي چي مي تر غوږ د قيامت شور دي  يا زه د خوبه يا اوښتی کندهار دی   نه مي ښيرا رسيږي ځای ته نه طاقت وينم دست و پای ته  چي د جفا پېټی کړم ليري له ميدانه  هدايت بويه دی خود رای ته ايږدي دامونه وه همای ته  ښه دی چي ولاړ دغسي ډک ځي له ارمانه  په اخيرت به ورسو خدای ته د حشرګاه و هوی و های ته هلته به ګورو که رښتيا جواب په وار دی که دې درياب تل کړم وه لای ته  ژبه ګونګۍ شوه وه وای وای ته  اخير نفس ملک الموت راته بېدار دی  مينه مي ځګ وهي له جوشه  خمار ايستلی يم له هوشه  فکر مي نه کاږي منګولي له ګريوانه  کاشکي هر غم وای فراموشه  مست قلندر نشه مدهوشه  ګونګ چا د بنګودوديدلای له دهانه زه او کچکول وای هماغوشه څيري چلتار مو دړۍ پوشه  اوس لا عجب تيره خنجر د زړه پر هار دی ستونی مو ډک وای له خروشه  له هره باره سبب پوشه  دغه نقشه ده اجازې ته انتظار دی  مرض مي ځي د زړه و خواته  د ژوندون کار دی راڅه پاته په ميني ځان کړمه نژدې تر ګورستانه  راځه د هجر سر جلاته  روح مي سپارلی دي وتاته  دا مي وصيت مامسافر کړه له جهانه چي پاته نشم ليونتيا ته  د پردو خګو وخندا ته  واخله دسخط دا مي د خپلي خولې اقرار دی اميد مي نه کيږي بل چاته  پريږده خنجر له ملاقاته  درته نيولی سر په لاس عبدالغفار دی ",د ميني خنجر 592,," د انځورونو راليږونکی خليل الله سروري جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 ",د لــــــــــــوی اختر شـــــــــــپه په انځـــــــــــــــــورونـــــــــــو کي 593,," ټاکل شوې ده چې افغان ولسمشر حامد کرزى به په نيږدې راتلونکي کې د قزاقستان هېواد ته سفر وکړي دغه خبره د سې شنبې په ورځ د لوى اختر په لومړۍ ورځ ښاغلي کرزي د اختر تر لمانځه وروسته د جمهوري رياست په ارګ کې يوې خبري غونډې ته وکړه ولسمشر د همدغه خبري غونډې له لارې هېوادوالو او د نړۍ ټولو مسلمانو هېوادونو ته د اختر مبارکي هم وويله . ",ولسمشر کرزى په نيږدې راتلونکې کې قزاقستان ته ځي 594,," د سې شنبې په ورځ غرمه مهال افغان ولسمشر حامد کرزى د قزاقستان هېواد په لوري روان شو ، د دولت د رياست وياند کريم رحيمي خبري رسنيو ته ويلي چې د ولسمشر د سفر اصلي موخه د قزاقستان هېواد د ولسمشرۍ د لوړې په مراسمو کې برخه اخېستل دي ،نوموړي دا هم وويل چې له ولسمشر سره د افغان دولت د اطلاعاتو کلتور اود دولت د ملي امنيت سلاکار وزيران ملګري دي . ",ولسمشر کرزى قزاقستان ته لاړ 595,,"  دپېښور نه د نندارې راپور :په پاکستان کې اوسېدونکوافغان کډوالو دافغانستان اونورې اسلامي نړۍ سره يوځاى دسه شنبه په ورځ دلوى اختر مراسم پرځاى کړل _داچې پاکستان لوى اختردچارشنبې په ورځ نمانځي نو په ښارونوکې دعيدګاهو دروازې بندې وې  -کډوال په کمپونو کې دننه دلوى اختر مونځونه وکړل  - دپېښوردکچه ګړۍ په لويه عيدګاه کې په زرګونوافغان کډوالو دلوى اختر مونځ اداکړ  - دمانځه پرمهال دمسلمانانوديوالى اودافغانانو دښې ورځې لپاره دعاوشوه   - دکچه ګړۍ دعيدګاه امام مولوي عبدالاحد ددعاپرمهال وويل ( مسلمانان دې الله په يوه اتفاق لري اودافغانستان ملت دې خداى پاک اباد اوودان کړي ترڅوداکډال چې په ډېر پريشان حالت کې دلته دمهاجرت شپې او ورځې تېروي په خير اوعافيت سره بېرته خپل وطن ته ستانه شي ) -دلوى اختر دمونځ داداکولوڅخه وروسته کډوال يوبل ته ترغاړې وتل اومبارکۍ يې ورکړې هم داراز دقربانۍ مراسم هم يوشمير شتمنو افغانانوپرځاى کړل ځينوافغانانو کډوالو خواشيني ښکاره کووله چې دپاکستان دولت که دوى سره يوځاى اخترمونځ کړى واى نو داختر خوشحالى اورنګينۍ به يې لاډېرې وې همداراز کډوالودافغانستان دولت نه هيله څرګنده کووله چې دکډوالو لپاره دې دولت په افغانستان کې دارامه ژوندکولوزمينه زرترزره برابره کړي تر څودکډوالى له ستونزمن ژوندانه نه سره خلاصى ومومي -   ",افغان کډوالو هم دسه شنبې په ورځ لوى اختر ونمانځلو 596,محمد يو سف خد متګار مزدورزوی,"   چي  د و ه  سترګي د د لبر و ي  يو موسکئ موسکئ نظر وي    ز ړ و نه  ډ ک  و ي له  رڼا  نه  هر ه خوا شرا ب کو ثر  و ي    خوږاحساس وي سازوي شور وي  خوله په خو له د شو نډو سر و ي    حسن  مينه  محبت  و  ي  هر سبا وي  ماځيګر  وي    نړ ۍ  ټو له  و ي  رنګينه  هري  خو ا ته جوړ اختر وي      يا ياران  سره راټول وي  ديدنونه  وي ګودر  وي    مشر  کشر  احترام  وي  مينه؛ مينه سرا سر وي    کوراوکلئ جم اوجوش وي  نه  کډ وا ل نه  مها جر وي   خويندې ميندې وي خوشاله خد متګاره  تل  اختر و ي     د١٣٨٠ل  ه  کال کوچني اختر ",اختر 597,محمد يو سف خد متګار مزدورزوی,"     چي نه ستر ګي نه دلبر وي    نه  وصال نه ئي بشر  وي      نه دلداروي نه خومار وي    نه ګو در نه  ماځيګر  وي     نه  د يار دکوڅو  باد  وي  نه کا لي وي نه څادر  وي    نه زيارت وي نه ميلې وي  بس کډوال ستړئ سفر وي    ځانځاني اونفاق زوروي   مشر  کشر  مر و ر  وي     خوردورورکره تلاې نه شي   خو ر يينه  بې  خبر  و ي     که پا چا دټول جهان شئ   ترينه  ښه کنده سقر وي   خد متګاره  بې له  ياره برات څه وي څه اختروي ؟   د١٣٨٠ل ه کال کو چنئ اختر کلا کر ويک نار وې ", څه اختر ؟ 598,," ", 599,زمری," د زړه   ژور   زخمونه  مې   ګنډلي   نه  دې   چا ځګېروې    او  اوسیلې    یې  اوریدلي   نه دي  چا   د ژوند  له نغري  نه مې  ایرې  وې  تل  په برخه لمدې  غوښې  دتن مې تل  داغلې نه دې  چا؟   د هېلو له وجود نه مې لمبې  دې  تل ختلې دا    سوې ارزو ګانې  مې  ژغورلي  نه دې  چا   طبیب  راته  جلاد  شې  شوکران  مې  مخ ته  کېږدي له حاله  مې په مېنه  هېڅ  پو ښتلې  نه  دې  چا   دیار  او  یارانې  په  لټون  اوړم  په دښمنو چې  لاس  مې  وراوږد کړي دي پريکړي  نه دې چا؟   د غرو او صحرا  کاڼی یم له هر څه نه یم لیرې په  سهوه  کې  خواږه ماته  کتلي نه دې چا   پردي د پرديتوب  په جرم ، خپل  د  خپلولۍ نادودې  خپلې مانه  سپمولي نه دې  چا   اسمان ته که  لاس  جګ کړم نو تندرونه  په ما اوري یا داسې څه  چې  هیڅ هم  اوریدلي نه دې چا   جنون  به هم  شي تنګ  په ما که ور یې شمه  غېږ ته رټلي    په  دنیا    کې     هیڅ    منلي    نه دې  چا   سزا  دعمل  حق  ده  خو زما  په   حق   کې  نه د  ښو په بدله کې بد راکړي نه دې چا؟   چې څه به شي  را پیښ نور راته پته  یې لا نشته زما دلارې پای    ته لا  لیدلي نه دې چا   تندیه  ته دې مات  شې چې دې مات  راته ورمېږ کړ درانه  فکرونه  سپکو ته ساتلي نه دې چا   هېڅ پوه نه شوم  د ژوند  په خوند  زمریه  تر دې دمه زما     د تقدير   لېکی  لا لوستلي  نه  دې   چا   ۸۰۶۰۲۰۰۱ ",دافغان جرم 600,زمری," ستا د سترګو په دریاب کې ، تږی زړه لمبول غواړم ستاد شونډو په لمبو کې د غمو سوځول غواړم   ستا د وصل په جنت کې ،دهجران دوزخ نه تښتم ستا د مېنې غیږ کې ګرانې،ستړی ژوندتیرول غواړم   ستا د زلفو په هر موج کې دنظر بیړې ډوبیږې جل وهلې سترګې دلته لږ په دمه تړل  غواړم   د سپوږمۍ له پلوشو نه ستا  تصویر ته قلم  اخلم هنګامه دې د ښکلا  زه  په اسمان  خېژول  غواړم   ستا د غږ  په  سر او لې  کې موسیقي لټوي ځان خپل ترنم  کې    یې   د مينې  هر  سرود    غږول   غواړم   د ښیګڼومجموعه  یې  خدای  دی ساته له نظره سپیلني  غوندې   دی مخکې  دا خپل  ځان  دودول غواړم ",د ښېګڼو مجموعه 601,زمری," ډیر   که    رټلی    دې    ترخو      کتو یم بیا   هم    په   طمع    د هغو   کتو یم باڼه    دې    خیر   ده تل    کاږه     وساته خوړلی   زه   دې    په   کږو    کتو یم تریخ   که  زما   ژوندون   له زهرو  شو خیر تږی   دې  تل   ددې   خوږو  کتو یم آرام   چې   دا   توفاني   روح   کړمه   پرې سترګې   په لار   دې   د زیږو کتو یم بې مهابا ،بې مدعا،  بې  ویر ي لیونی زه  دې د نږوکتو یم لږ    مې   په  خپلو   سترګو    وپوښته حال وژلی   زه    دې     دې    پردو کتو یم د           لریتوب           فاصلې         وسوزوه لوګی   دې   زه  له دې   لمبو کتو یم چې  رانه   ئې   خوب  او آرام    دواړه   وړي په  انتظار  کې  ستا د غلو کتو یم د   غم          جونګړ   ه    ده    د   هجر    تیاره ویښ دې زه خیال ته په کتو کتو یم لږ      دې     د   حسن خزانی   ته   کړه    پام ویره   کې   زه   تل   له  سپیرو کتو یم د   ترکو     سترګو   معجزې     ته   ګوره زه    ئې       ویشتلی     پښتنو  کتو یم چې  د   زمري    زړه   ئې   د ښکار نښه ده ویشتلی    زه       دې     غرڅنو    کتو  یم ۱۵.۸.۲۰۰۰   ",کتل 602,احمد فواد لامع_کابل,"     سپيره ټکنده غرمه ده لړې لارو کې تاويږي غرمزلی پرمخ درومي خپلو موخو ته هسيږي           ...... مزلونه يې لنډ کړي هم په اوړي، هم په ژمي هم په واورو، هم په دوړو تور تور غرونه يې ترشا کړي لا راتلونکي ته هڅيږي          ...... هم يې ټپ پر ټټر باندې هم مډال دی د وياړونو د اوږده سفر په لړ کې خاطرې يې دي موندلي چې ورياده شي خوږلنه په خيالونو کې نڅيږي          ...... ترشا پاته اوږد سفر کې کړاوونه يې هم ليدلي چې کوم درد يې ورپه ياد شي سپيلني په شان نوليږي           ...... لايې غاښي دي په مخ کې لا پيچومي ورته ګوري لا د لويو غرو په څوکو له ابهامه ډکې وريځې هرکلي ته يې تاويږي           ....... ددې تورو غرو تر شا به يوه دښته وي د ګلو هر غاټول به ورته خاندي هر ريدی به ور مسيږي           ....... او...... ددې ښکلې دښتې پای کې يو بورجل به وي د مينې د اوږده سفر ستړيا به په يو دم شي ورنه ليرې غرمزلی په دې هيله پر خپل هوډ باندې پائيږي          ........ خو دا لاره نا اشنا ده نه هواره، نه بيديا ده پای يې چاته مالوم نه دی چې پر کوم ځای به ختميږي؟          ........ څه خبر چې دا وروستی غر د سفر اخر منزل وي؟ د راتلونکي لفظ مانا به و دا غره ته رسېدل وي؟   ",غرمـــزلـی 603,," ",په مسكو كې د لوي اختر لمانځنه 604,," د بېنوا پاڼي خبريال : خليل الله سروري له کندهار څخه جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006   ", د وطن لوی اخــــــــــــــــــــتر په انځـــــــــــــــــورونو کي 605,غلام محمد," درنو متدينو هيواد والو او په روسيه كي ميشتو افغان مهاجرو وروڼو او سوداګرو،د تودو سلامونو او نيكو هيلو په وړاندې كولو سره د نيكمرغه لوې اختر د رارسيدلو له امله تاسې او ستاسې كورنيو ته د زړه له كومي مپاركي وايو او د لوې خداې له درباره څخه غواړو چې داختر نيكمرغې ورځې مو همداسې له خوښيو او خوشحاليو څخه ډكې وي. د افغانانو د سوداګرۍ مركز يعنې ستاسې دسوداګرۍ مركز تل هڅه كړې چې د كار په ټولو برخو كې ستاسې دګټو په نظر كې نيولو سره داسې اقدامات وكړي چې زموږ وياړلي سودا ګر وكولاې شي په روسيه كې د خپل تجارتي كار او فعاليت له پاره د لويو امكاناتو څخه تل برخمن واوسي.همدغه دافغانانو د تجارتي كلكتيف او مركز درلودل او ټول سره په يوه ځاې كې چې دافغاني وحدت اويووالې ستره نمونه ده دافغانانو دسوداګرۍ دمركز دكارونو يوه روښانه نمونه ده. تاسې پوهيږۍ چې موږ دلته د خپل كار په ساحه كې د ښه تجارت تر څنګه خپل كلتوري او معنوي لاسته راوړنې هم لرو.دلته د ښوونځى موجوديت چى ستاسې په مرسته چليږي ،همدارنګه داله  ج په فضل ديوه لوي جامع جومات درلودل او همدارنګه يوه څلور ساعته تلويزيون در لودل هغه ټكي دي چي زموږ او ستاسو ټولو له پاره د وياړ خبره ده. تاسي خبر ياستۍ چې هره مياشت له سلو څخه زيات ماشومان دقلم،كتابچې او يا د خوراكي موادو په خاطر دافغانانو دتجارتي مركز تر مستقيم حمايې لاندې دي چې يو شمېر كورنيو سره له دې امله ټاكلي مرستې كېږي او دمرستې دغه لړۍ به همداسې روانې وي. دافغانانو تجارتي مركز هڅه كوي چې تل دافغانانو په خدمت كې وي او وكولاي شي چې دكار او تجارت داسې لارې چارې برابرې كړې چې زموږ افغان وروڼه سوداګر په آرامه فضا كې خپل سوداګريزې چارې پر مخ بوځي. اجازه راكړۍ جې يو ځل بيا د اختر مباركي دركړم او تاسو ته دښه او نيكمرغه ژوند دپايښت هيله وكړم.   غلام محمد دافغانانو دتجارتي مركز ريس ", دافغانانو دتجارتي مركز د مباركۍ پيغام 606,ساحل," داسرائيلو ليكود ګوند وزيران به له خپلو دندو نه ګوښه شي د ليكو ګوند وزيرانو ويلي چې په راتلونكې اونۍ كې به د ائتلافي كابينې له دندو څخه ځانونه ګوښه كړي. د بي بي سي د يوه خبر له مخې د ليكود د ګوند مشر بنامين نتانياهو د دې ګوند د څلورو وزيرانو څخه چې د بهرنيو چارو وزير سيلوان شالوم هم دى غوښتي چې د اريل شارون د كابينې څخه ګوښه شي خو د شارون د ورپېښي شوي ناروغۍ له وجې د دې غوښتنې تر سره كېدل وځنډېدل. كه څه هم نتانياهو د پنج شنبه په ورځ د ليكود ګوند د وزيرانو څخه د استعفا غوښتنه كړې وه خو هغوى د ده د دستور د تر سره كولو پر ځاى پرېكړه وكړه چې په راتلونكې يكشنبه كې خپل استعفا ليكونه د لومړي وزير كفيل ته وسپاري. نتانياهو ويلي چې د ليكو حزب به  د مارچ مياشت په كېدونكو پارلماني ټاكنو كې د دولت د مخالف ګوند په توګه برخه واخلي . بنيامن  نتانياهو وروسته له هغه مهاله د دې ګوند د مشر په توګه وټاكل شو كله چې شارون د دې ګوند مشري پرېښودل او پر ځاى يې بل د كاديما په نامه ګوند جوړ كړ.   ",داسرائيلو ليكود ګوند وزيران به له خپلو دندو نه ګوښه شي 607,ننداره," له پېښوره د نندارې راپور : امريکايان يې نه مني ،افغانان يې هم نه مني اوپاکستاني چارواکي هم منلو ته تيار نه دي خودپاکستان دقبايلي سيمې باجوړ ايجنسۍ، اوسيدونکي وايي چې څو امريکايي څرخي الوتکو ، دجمعې په شپه دماموندو ډمه ډوله سيمه بمباري کړې ده او قابو اتلس تنه يې وژلي او له لسو زيات نور يې ټپيان کړي دي  - ځايي قبايل وايي دوى له تېرو څو ورځو راهيسې امريکايي الوتکې د سيمې له قلم رو څخه دتېرېدو پر مهال څارلې ،او هم دوى سيمه بمباري کړې ده -دباجوړ قبايل دغې بمبارۍ راپارولي او دپاکستان پر ضد يې د لويې مظاهرې هوډ کړى دى -داپه داسې حال کې ده چې يوه اونۍ وړاندې هم د جمعې په شپه  دقبايلو په وينا امريکايي الوتکو د شمالي وزيرستان سيدګى سيمه بمباري کړې وه -او هلته يې هم اته کسان وژلي وو-خو دپاکستان د پوځ وياند جڼرال شوکت سلطان وايي په باجوړ ايجنسۍ کې قًبايل په يوه چاودنه کې وژل شوي ، نه په بمبارۍ کې -باجوړ دافغانستان پولې ته نزدې کونړ ولايت ته ورڅېرمه پرته سيمه ده او دنورو قبايلي سيمو په څېر نا ارامه نه ګڼل کيږي- ",باجوړيان وايي امريکايان ورته برګ شوي دي 608,ولي شاه طبيب /کندهار," ولي شاه طبيب /کندهار  ليکوال دټولني هغه منور کسان دي چه په ټولنه کښي لوړ او اوچت ځای لري ، لوستونکي ددوي هري وينا اوليکني ته په قدر اوعزت ګوري اوحتی ددوي ويناوي اوپندونه دخپل ورځني ژ وند موخه اوکړن لاره ګرزوي .  ليکوال ددي توان لري چه یوه ډيره وړه مسئله لويه کړي ،هغي ته پرداز ورکړي ، دهغي وړي مسئلي جسامت اوابعاد دخپل ليکوالي ‌‌ذره بين په ذريعه دومره لوی کړي چه دعامو لوستونکو یا اوریدونکو پاملرنه دلیکوال د غوښتني مطابق هغي وړي مسئلي ته واړوي ،برعکس لیکوال داتوان لري چه ډيره لويه خبره داسي وړه کړي چه ته به وايي چه هيڅ پيښ سوي نه دي ،دلته بيا ليکونکي خپل دلیکوالۍ دوربين سرچپه کړي دي چه دمسئلي جسامت ډير راکوچنی کوي ، دالوړ ټکي مي په دي سبب بيان کړه چه دليکوال توان رابرسيره کړم ،ليکنه ډيره پاملرنه غواړي ، ليکوال بايد دخپلي ليکني ټول اړخونه په نظر کښي ونيسي ، واقعيتونه بيان کړي ، داسي موزونه ليکنه وکړي چه په هغه کښي دخپلي ټولني اوبالاخره دخپل ګران هيواد ملي منافع تاواني نه سي ، يوتعداد ليکوالان چه د يوه ځانګړي موخي لپاره ليکني کوي ،مثلا د يوي سياسي ډلي یا حزب په ګټه مسايل څيړي ، واړه مسايل داسي ترسيموي اويا تمثيلوي چه دعامو لوستونکو احساسات پر وچه مځکه راپاروي او په معنی کښي ليکوال دخپل حزب په ګټه دبي خبره اورښتيني هيوادوال دنيکو احساساتو بي ځايه کارونه کړي وي ، داډله ليکوالان خودخپل سياسي ګوند لپاره کار کوي . يوشمير ليکونکي ازاد ليکوالان دي چه دکومي سياسي ډلي سره اړيکي نه لري ، بلکه په مستقل ډول دولس په ګټه کار کوي چه ددي ډلي ليکوالانو څخه ډيره توقع کيږي چه هميشه ازادي ،رښتيني او بي غايي ليکتي وکړي . داډله ليکوالان تور ته تور وايي او سپين ته سپين ، اومسايل داسي ښکاره کړي لکه څنګه چه وي ، دستونزو تصوير نه لوی اونه کوچنی کړي او لوستونکو ته دستونزو واقعي اوپرځاي څيړنه وړاندي کړ ي نه داچه دخپلو افکارو ښکار يي وګرزي او داهیر کړي چه ليکنه يي دبي طرفۍ او رښتينولۍ څخه ليري کيږي . دلته یو مثال وړاندی کوم : یوه ليکوونکي ته دنده ورکول کیږي چه دپلاني کور څخه ليدنه وکړه او دهغه په هکله ولیکي دغه لمړی ليکوال دکور څخه لیدنه کوي اوداسي ليکي : دا کور کوچنی دی ، دخټو څخه جوړ دي نوځکه ښکلی نه دی ، دښار په پس کوڅو کښي واقع دی ، وني او ګلان نه لري ، ميز او چوکي پکښي نه سته ،کاچوغي اوپنجي دډوډي خوړلو لپاره نه سته ، عصري تشناب او شاور نلري ، برقي جارو او دکوردروازه يي برقي زنګ نلري او داسي نور . دوهم ليکونکي ته دنده ورکول کيږي چه دنوموړي کور په هکله وليکي : دوهم ليکونکۍ لیکي : داکور بازار ته نژدي دی ، دخټو جوړدی نوځکه په دوبي سوړ او په ژمي تود دی ،دکوټو جګوالۍ يي ددغه ګرم اقليم لپاره ښه دی ،دکور اوسيدونکي پرمځکه پر کوربچه کښيني او هوسا دي ، حمام نژدي دی ، ددروازي زنځير دزنګ کار ورکوي ،دکور دیوالونه يي ښه جګ دي دغلو بيره نه سته .  که موږ ددي دوو ليکوونکو ليکنوته پاملرنه وکړو ، لمړي ليکوال ټول منفي ټکي يي ليکلي دي ، او دوهم ليکوال بيا ټول مثبت ټکي ليکلي دي . دلته اړتيا ليدل کيږي چه دريم ليکوونکۍ بايد ليکنه وکړي ټول پرواقعيتونو ولاړ منفي اومثبت مهم ټکي وليکي . يو لیکوال په يوه انترنيټي پاڼه کښي پخپله ليکنه کښي ډير منفي ټکي ليکلي وه دخپلي اوږدي لیکني په اوږدوکښي يي يوه کوچنۍ جمله داسي لیکلي وه چه تعميرات جګ سوي او موټران ډير سوي وه ، که موږ وګورو چه زموږ په ښار کښي په سلهاوو شخصي او دولتي وداني جوړي سوي دي (زياتي يي شخصي ودانۍ دي) که موږ سوچ وکړو چه په داديرش کاله کښي څومره کورونه جوړ سوي دي شايد ډير لږ ، او که وګورو په هغه وخت کښي دګوتو په شمير موټران وه اوس ډير دي ، دادواړه دانکشاف نښي دي چه دخلکو د ژوند اقتصادي اړخ ښه والي پيداکړی دی . که جګي وداني جوړي سوي دي ، نو هلته ډيرو بنايانو او کاريګرانو کار کړي دي اوهغوي ته دکار زمينه پيدا سويده ، حتی ډيرو بهرنيو بنايانو او کاريګرانو ته موقع پيدا سويده ، داچه بهرني کاريګران دلته کار کوي دا ښکاره خبره ده چه دهغوی دکار کيفيت او ښايسته ډيزاين زموږ تر کارکوونکو ښه دی ، داټول دانکشاف نښي دي ،مګر ښاغلي ليکوال يوازي په يوه لنډه جمله کښي صرف دتعمیراتو جګوالۍ ذکر کړی دی ، نوموړی ليکوال ليکي چه اوس حتی دمستي والا سره هم موبايل تيليفون موجود واو دډيروکسانو سره دفيشن او موډ له سببه موبايل تیليفون موجود و . زه د ښاغلي ليکوال ليکني ډير خفه کړم ، نوموړي دمستي والا بي قدري اوبي عزتي وکړه، دليکوال په هاند يوازي بايد تاجر اوشتمن خلګ موبايل تيليفون ولري نه مستي والا . مګر څومره دخوشبختۍ ځای دی چه هر افغان ټيليفون ولري که مستي والا دی اوکه شتمن سړی او دوياړ ځای دي چه مستي والا ددي توان لري چه موبايل ولري . دا ټول داقتصادي انکشاف نښي دي ، که څوک دموډ اوفيشن په خاطر موبايل لري ، خو ددي حقيقت ښکارندوي دي چه دنوموړي شخص اقتصادي حالت سم سوی دی .  زه دخپلو ګرانو معززو ليکوالو څخه هيله کوم چه دډير منفي بافۍ څخه ډډه وکړي که لس کرښي منفي ټکي ليکي حداقل يوه دوي کرښي دي دمثبتو ټکو څخه هم وليکي . خصوصا په دي نازک حالت کښي چه ګران افغانستان دډيرو لوړو ژورو څخه تيريږي . اوکه دليکوال همدا موخه وي او دخاصي ډلي لپاره کارکوي نو دا بيله خبره ده ، دقدر وړ لیکوالان بايد ډيره پا ملرنه وکړي چه دده ليکنه دننۍ تکنالوژيۍ يعني انترنيټ په وسيله دنړي په هرګوټ کښي افغانان لولي . زه هيله لرم چه ليکوال له ما نه خفه نه سي او ارزولرم چه موږ ټوله يو اوبل وزغمو اوتحمل پيداکړو. ", دلیکوالو دپاملرني وړ 609,,"   دباگرام له هوایی اډې چېرې چې دائتلافي ځواکونو نظامي اډه ده په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دائتلاف ځواکونه دارزگان ددیراود ولسوالۍ ته ورڅېرمه دطالب جنگیالیو له لوري دیو برید لاندې تیره ورځ په ١١ بجو راغلل چې دخبرپاڼې په کاږنه ائتلافي ځواکونو ته کوم زیان ندی رسیدلی. خو خبرپاڼه دا وایي چې شپږ طالب جنگیالي يې په نښته کې وژلي او نورو ترې دتیښتې لاره خپله کړې. ارزگان کې تل امریکایي او دولتي سرتیري دطالبانو تر برید لاندي راځي. ",ارزگان کې امریکایي ځواکونه له یوه برید سره مخ شوي. 610,,"   تیره ورځ دپاکستان دباجوړو په سیمه کې دامریکایي ځواکونو دالوتکو په بمبارۍ کې چې ١٨ تنه عام وگړي هم پکې وژل شوي دالقاعده شبکې مرستیال ایمن الظواهري دوژل کیدو خبره هم په خبري رسنیو کې پورته شوې. دپاکستان داطلاعاتو وزیر ویلي چې نه پوهيږي پدې بمبارۍ کې الظواهري وژل شوی که نه. دغه راز دامریکې دمتحدو ایالاتو ددفاع وزارت یا پنټاگون له لوري لا تر اوسه دشوې بمبارۍ په اړه دهو او نه ځواب ندی په ډاگه شوی چې دوی کړی او که نه دباجوړو قبایلي سیمې اوسیدونکي وايي چې دوی دچورلکو اوازونه اوریدلي پاکستاني چارواکي هم داکار دالوتکو بمباري گڼي. چاودنه یا بمبارۍ په دریو کورونو شوې او په هغه تصویر کې چې نړیوالو تلویزیونو ښوولي پکې سترې کندې دچاودنې یا بمبارۍ له امله ښکاري. ",دایمن الظواهري دوژنې خبرې کیږي. 611,,"   نن ماسپښین دخوست ښار دفیض محمد خان په واټ کې یوه سخته چاودنه شوې او لامله یې ٢١ کوچنیان سخت ټپیان شوي. ددې خبر پخلی دپولیسو یوه چارواکي شیراقا کوچي بینوا ویبپاڼې ته کړی. چاودنه پداسې ځای کې رامنځته شوې چېرې چې وړو ماشومانو داختر دخوښۍ دلمانځلو لپاره راټول شوي وه او پخپلو کې یې دهگیو جنگول کول. له خوست ځېنې وختونه د چاودنو او جگړو راپورنه ورکول کيږي. ",په خوست ښار کې درنه چاودنه شوې. 612,,"   ددفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي خبري رسنیو ته ویلي چې ددولت له مخالفو سره په یوه نښته کې چې دپکتیا په ولایت کې رامنځته شوې دملي اردو یو سرتیری اودمخالفو جنگیالو دوه تنه وسلوال وژل شوي او داډول دملي اردو دوه نور سرتیري ټپیان شوي. ",په پکتیا کې دملي اردو سرتیری وژل شوی. 613,,"  د طالبانو دواکمنۍ پرمهال د کورنيو چارو وزارت مرستيال ملا محمد خاکسار اخند نن ماځيګر په کندهار ښار کې ووژل شو. د عيني شاهدانو په وينا، دوه تنه چې په موټر سايکل سپاره ؤ، ملا خاکسار يې پر سر او ټټر باندې په ګوليو وويشته او وروسته وتښتيدل. د ملا خاکسار ورور عبداله جان او د کندهار د پوليسو قوماندان مالک واحدي د خاکسار د وژل کيدو پخلی کړی دی. له بلې خوا طالبانو د نوموړي د وژنې پړه پر غاړه اخيستې او ويلي يې دي چې دا کار ددوی د مشرانو د پريکړې پر اساس ترسره شو ځکه ملا خاکسار امريکائيانو ته يو تسليم شوی او د هغو ملګری ؤ. ملا خاکسار د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کورنيو چارو وزارت د مرستيالتوب دنده پر غاړه درلوده او د طالبانو له راپرځيدو وروسته دا په ډاګه شوه چې هغه د طالبانو په منځ کې د شمالي ټلوالۍ يو اجنټ وو. ",ملا خاکسار په کندهار ښار کې ووژل شو. 614,," ", 615,,"   نن دایران ولسمشر احمدي نژاد په تهران کې خبریالانو ته په یوې خبري ناسته کې وویل چې ایران داټمي وسلو دلرلو لپاره هڅه کوي ترڅو یې ولري خو دابه دامانا ونلري چې گوندې دامنیت لپاره خطر رامنځته کړي. نژاد امنیت شورا ته دایران داټمي وسلو دجوړولو خبره چې امریکا او اروپا یې وړاندیز کوي په اړه یې وویل چې دده هیواد به هیڅکله دزورورو هیوادونو تر فشار لاندې رانه شي. احمدي نژاد ایران یو داسې هیواد وگاڼه چې تل یې هڅه کړې په هغه لار لاړ شي کوم چې قانون یې وایي او داتمي زرو دنړیوالې ادارې یې تل خبره منلې. نوموړي په زغرده هغو هیوادونو ته وویل چې که غواړي ایران له اټمي وسلو څخه بې وسلې کړي نو لومړی دې دخپلو هیوادونو اټمي وسلې له منځه یوسي او یا دملگرو ملتونو قوانینو ته درناوی وکړي تر څو ډاډه شي چې دغه هیوادونه دنړۍ امنیت ته رښتین دي. نژاد داسرائیلو په اړه هم وویل چې پوښتي دا قوم له کومه ځایه دفلسطین پاکې خاورې ته راوړل شوی او که امریکا او اروپا په رښتیا سره دډیموکراسۍ پلوي کوي نو ولې اسرائیل دمظلومو فلسطنیانو له وژلونه نه اړوي. احمدي نژاد وویل چې شل وړاندیزونه لري چې تر دامهاله یې دوه وړاندې کړي. نوموړی سخت دريځه دایران ولسمشر گڼل کيږي او تل داسې ویناوې اوروي چې غربي هیوادونه پرې په قهر کیږي. ",احمدي نژاد: ایران حق لري اټمي وسلې ولري. 616,مصطفی امن," راځۍ دمیو پیمانې ماتي کړو تندی دعشق په میخانې ماتي کړو ساقيه راکه ولولې دميني چي د دلبر کور ته کوڅې ماتي کړو يار او ريبار مو پل په کاڼو ولي چاته دزړه د راز پردې ماتي کړو غم خو دی دروند په تله راکه اشنا چي د تسل تندي په دې ماتي کړو امن به بيا مالت ته کله راځي چي د ز ړګي پرې وسوسې ماتي کړو ",غزل 617,," ع : نورزي هلمند نن مازيګرد۵ بجوپه شاوخواكي هغه مهال يوځانمرګي بريدرامنځته شو كله چي دامريكايى ځواكونويوشپږموټريزكاروان له كندهارڅخه دهلمند پرلورروان وو دهلمند دګرشك جنايي امر آمان الله لږشيبه وړاندي دبېنواخبريال ته په يوه ټليفوني تماس كښي وويل : (( سرښندونکی په يوه ټونيس موټركي سپورو چي خپل موټريې دامريكايى ځواكونوله موټرسره وجنګوي ترجنګيدووروسته چاودنه رامنځته شوه ووژل شو اودامريكايي ځواكونوديوموټرټايرپنچرشو په خبركي ويل شوي چي يوريكشاوالاهم پښه له لاسه وركړي ده اودامهال دګرشك په روغتون كښي تردرملني لاندي دی . ځانمرګي بريدپه داسي حال كښي رامنځته كيږي چي دوې اونۍ مخكښي هم په دغه ولسوالۍ كښي دامريكايې ځواكونو پريوموټرماين چاودلي وو چي هغه مهال چارواكوادعاكړې وه چي يوامريكايي زخمي شويدي خودطالبانووياند قاري يوسف احمدي وويل چي شپږامريكايان وژل شويدي . ",دهلمندپه ګرشك كي ځانمرګى بريدوشو 618,حکيم روان - هالنډ," که په جنت کې پښتو نه چلېږی                داسې جنت زما په کار نه دئ چې د ارمان په لوری نه خوځېږی               هسې تېزن دئ   زما ېار نه دئ چې  په  ډغرو کې  ترئ  تم وی               زما  د کلی او د  ښار نه  دئ چې د منصور په شان همت نه لری              هر څوک لاېق د هغه دار نه دئ چې زړه ېې تش وی د وطن له درده              زما د ړنګ کلی چنار نه دئ چې ېرغمل ېې د وطن لېلا کړه                  ته وا لا پړئ دئ ښامار نه دئ تورې ته لاس کړئ د وطن بچو!                بېړه کړئ ژر شئ وخت د وار نه دئ ",دوطن بچو ! 619,پروفيسر عبدالخالق رشيد," څوك په رضاله ملكه نه ځي       ياډيرغريب شي ياديار له غمه ځينه په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ چې دهيواد يو بل نوميالي اود پښتو ژبې استاد او ليكوال  استا د نور احمد شاكر هم له دغې نړى څخه سترګې پټې كړې داستاد شاكرخواشينوونكې مړينې دادى دكابل پوهنتون پښتوڅانګه اودپښتو بنډار يوځل بيا دغم په ټغر كينول . اناالله وانا اليه راجعون پوهندوى نور احمد شاكرخپلې لومړنۍ زده كړې دكندهاراوكابل په ښارونوكې ترسره اوبيايې  خپلې ماستري زده كړې په امريكا كې بشپړې كړې دى . دكابل پوهنتون د ژبواو ادبياتو پوهنځي له لومړنيواوبنسټوالو استادانو څخه و، كلونه كلونه يې ددغه پوهنځي دمرستيال ، دپښتوڅانګې د استاد اوددغه څانګې دمشرپه توګه خپله سپيڅلې دنده دخپلو لويو ملګروعلامه استاد حبيبې ، علامه استاد رشاداو فاضل استاد رشتين سره يوځاى  ترسره كړه . استاد شاكريوه موده دايران دمشهد په پوهنتون كې هم دپښتوژبې  داستادۍ دنده ترسره كړې ده .اوهم ېې دپوهنتون تردندې دمخه دكا بل په حربې ښوونځي كې هم دپښتوژبې دتدريس چارې سرته رسولې دي . ښايې ډيرلږ خلك دافغانستان په لوستي پښت كې سړې ومومې چې داستاد شاكرله نامه سره به اشنا نه وي ، هرهغه چا چې دښوونځي په دوره كې پښتو ژبه او ددغې ژبې ادبې فنون (بديع اوبيان ) لوستې وي ، هغه له دغه نامه سره په تمامه مانا اشنا دي ، په دې چې د استاد شاكردغه كتاب لسيزې لسيزې دافغانستان په ښوونځيوكې تدريسې كتاب و . په دغه كتا ب باندې داستاد نوم ( نوراحمد شاكر دادبياتوليسانسه ) نه يوازې زده كوونكي دده له پاره هڅول چې دوى بايد دغه درسي كتاب ولولي بلكې ددې له پاره يې هم هڅول چې دوى هم بايد لوړې زده كړې ترسره كړې اوبايد ليسانسه شي . زما ښه په ياد دي ، چې زه په شپږم ټولګي كې وم . زما اكا (شهيد محمدهاشم خان سرمعلم )  په يوولسم ټولګې كې ود استاد شاكر (بديع اوبيان ) كتاب ېې لوست ، زه دليسانسه په مانا نه پوهيدم ، له خپله تره مې پوښته وكړه ، چې ددې مانا څه ده ؟ ده راته وويل چا چې پوهنتون لوستې وي ، هغه ته ليسانسه وايي ... له هم هغه وخته داستاد شاكر نوم زما په ذهن كې خپل ځاى نيولى و، ترڅو چې يوه ورځ  زه هم پوهنتون ته راغلم ،دپښتوڅانګې زده كوونكي شوم ، په مهال ويش كې مې په هماعه نامه سترګې ولګيدې چې كلونه مخكې مې داستاد دكتاب په دوتنه لګيدلې وې ... شاكر ... هواستاد شاكر... هماغه آشنا نوم ...هماغه دادبياتوليسانسه ... استاد شاكر مى استاد شو، اوهم هغه مضمون چې ده كتاب پرې ليكلې و، دهغه تدريس يې راته كاوه ، مهرباني ، موسكا ، اوپه عين حال كې يوسپيڅلى صميميت تل له ده سره ملګري وو. داكه دشاګردۍ په دوره كې وو اوكه كله چې په يوه څانګه كې سره همكاران شوو.  استاد شاكرديوې مودې له پاره په ژبپوهنه كې هم دپښتوڅانګې ملتيا وكړه، په دغه برخه كې   (ژبنۍ څيړنې ) زموږ له پاره دڅيړنو لارښود شوې. استادپه هغو نويوڅيړنوكې چې دافغانستان دژبو اولهجوپه اړه ترسره شوې وې هم برخه واخيسته . داچې زمانې اودهغې دغميزو څيره ، اړخ  اوتګلوري دهرې ورځې په تيريدو سره تياره تياره كيدل ،اوروڼ اندو ته يې دخپل هيواد غيږه سور اوركړې وه اوهرچاغوښتل چې يوڅوورځې دوژنو اوبدمرغيو له ټيل ماټيل څخه ځان په يوه خوا كړي ،استاد شاكرهم په همدغه نيت  د اويايموكالوپه پاى كې لومړى هند ته اوله هغه وروسته كاناډا ته رامهاجرشو، مهاجرت لكه څنګه چې ديوه چا اويوه ملت ، ملااوغرور دواړه ورماتوي ، په همدې شان ېې داستاد شاكر صميمي موسكا اوخوشاله صميمت په درد اورنځ واړول .اوږده موده دناروغۍ په بستركې ولويد . ترڅوچې يې دجنورې په (۱۲) دكاناډا په تورنتوكې له دغې نړې څخه سترګې پټي كړې اوجنازه يې نن دجنوري په (۱۴ ) په غه ښاركې دكورنۍ اواوسيدونكو افغانانو له خوا خاورو ته وسپارل شوه : داستاد ياد دې تلپاتې اوځاى يې فردوس جنتونه   ( پروفيسر عبدالخالق رشيد) دخوشال فرهنګي ټولني لارښودې شورا  ",پوهندوى نور احمد شاكر په پردېسۍ کي ومړ 620,," افغان چارواکو ويلى چې د افغان حاجيانو لومړۍ ډله به نن مازديګر د څلورنيمو بجو په شاو خوا کې د افغان اريانا الوتکې په ذريعه کابل ته راورسيږى . د حج وزارت دافغان حاجيانو له خپلوانو څخه غوشتنه کړى چې د هرکلى له پاره دې د کابل هوايى ډګر ته نه ورځى او د عيدګاه په جومات کې دې له خپلو حاجيانو څخه هرکلى وکړى . په نننۍ الوتنه کې به ٢٣٠ تنه حاجيان کابل ته راورسيږى . سږ کال ٢٥٠٠٠ افغانان د حج دفريضې د اداکولو له پاره سعودى عربستان ته تللى وو . همداشان افغان چاراکو ويلى چې د منا په پېښه کې ١٠ تنه افغان حاجيان وژل شوى دى ، چې جنازې به يې په عربستان کې خاورو ته وسپارل شى . له دې وړاندې يو شميرافغانان په خپل مرګ هم په حق رسيدلى دى . د منا په پېښه کې کابو ٣٤٥ تنه حاجيان په حق رسيدلى دى . د يوې ودانۍ د نړيدو له کبله هم څو ورځې وړاندې ٧٦ تنه حاجيان مړه او ٦٢ تنه ټپيان شوى وو . ",د افغان حاجيانو لومړۍ ډله به نن کابل ته راورسيږى 621,کابل," د سرپل ولايت د کوهستاناتوولسوالى د غولدار په کلى کې ١٣ تنه د غره د يوې برخې د ښوئيدو له کبله مړه او يو شمير ټپيان شوى دى . ددغې پېښې له امله ٥ کورونه هم ويجاړ شوى دى .يو ماښوم ژغورل شوى دى ، دسيمې اوسيدونکى له دولت څخه ګيله من دى چې دولتى چارواکو ورسره هيڅ ډول مرسته او لاس نيوى نه دى کړى . ",په سرپل کې ١٣ تنه وژل شوى دى 622,حقمل," د نړيوالو خبرى رسنيو د خبر له مخې د اعراق او ايران په ګډه پوله کې عراقى ځايى پوليسو ٧٧ تنه افغانان په دې تور چې د ايران له خاورې څخه په غير قانونى توګه عراق ته اوښتى دى ، نيولى او بنديان کړى دى . ويل کيږى دا لومړۍ ډله افغانان نه دى چې د عراقى پوليسو له خوا نيول کيږى ، له دې نه وړاندى هم يو شمير افغانان نيول شوى دى .دغه ډله افغانان به له ٦ مياشتو بند وروسته افغانستان ته وليږدول شى .په ايران کې يو شمير افغان کډوال ژوند کوى . افغان چارواکو په دې اړوند تراوسه په رسمى توګه څه نه دى ويلى . ",٧٧ تنه افغانان عراقى پوليسوبنديان کړى دى . 623,حقمل," د لوړو زده کړو وزير حسن يار وايى چې د افغانستان د لوړو زده کړو له موسساتواو پوهنتنونو څخه به د ٢٣ نجونو په ګډون ٦٠ تنه غوره محصلين د يوې مياشتې له پاره د کمپيوټر د زده کړې په موخه نن جرمنى ته روان شى . تير کال هم٤٠ تنه افغان محصلان جرمنى ته تللى وو . د داډول سفرونو لګښت د جرمنى هېواد ورکوى . ",٦٠ غوره افغان محصلين نن جرمنى ته ځي . 624,حقمل," د کويټ ٧٧ کلن امير شيخ جابر الاحمد آل صباح په حق رسيدلى دى . دامير د مړينې له امله د نفتو په دغه شتمن کوچنى هېواد کې ٤٠ ورځى ملى وير او درى ورځى رخصتى اعلان شوې ده . ويل شوى له ٢٠٠١کال څخه را په ديخوا دغه اميريو څه ناروغه وو. ",د کويټ امير په حق رسيدلى دى . 625,حقمل," د عراق د پخوانى ديکتاتور صدام د محاکمې مشر قاضى رزګار امين له خپلې دندې استعفا کړې ده . ددغه قاضى استعفا لا تر اوسه نه ده منل شوى او هڅه کيږى چې دغه قاضى له خپلې غوښتنې څخه بيرته لاس په سر شي . ",د صدام د محاکمې مشر قاضى استعفا وکړه. 626,," په عراق کې القاعدې ادعا کړې چې د موصل په ښار کې يې يوه امريکايى چورلکه راغورځولې چې دواړه پيلوټان يې وژل شوى دى . القاعدې دغه خبر په يوه ويب پاڼه کې خپور کړى دى . يوه اونۍ وړاندې دتلعفر ښار ته نيږدې د يوې بلې امريکايى چورلکې د رالويدو له امله ٨ امريکايان وژل شوى وو .امريکايى فوځ ويلى چې په دې هکله يې پلټنې پيل کړى دى .دوى منلې چې دوه تنه پيلوټان يې د جمعې په ورځ د موصل په ښار کې د يوې چورلکې د چاوديدو له امله وژل شوى دى . ",القاعدې په عراق کې امريکايې چورلکه ويشتلى . 627,,"   دولسمشر کرزي دمطبوعاتي دفتر له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر دکویت هیواد دامیر شیخ جابر الاحمد ال صباح په مړینه چې نن سهار د٧٧ کالو په عمر ومړ غمرازي ښوولې او ددغه هیواد شاهي کورنۍ ته یې تسلیت وړاندې کړی. ولسمشر دجهاد پر مهال دکویت هیواد دمرستو نه چې دافغانستان له مجاهدینو سره یې کړي په خبر پاڼه کې یې مننه کړې. ",کرزی دکویت دامیر په مړینه خفه شوی. 628,,"   دتاجکستان وتلې، ښکلې او زړه راښکونکي غږ لرونکې سندرغاړې منیژه دولت وا تیره ورځ کابل ته رارسیدلې او کابلیانو ته په یوه کنسرټ کې ښایي څرگنده شي. پخوا داسې وه چې منیژه به دلوی اختر په ورځو کې کابل ته له څو نورو سندرغاړو سره راشي خو په کابل کې دتاجکستان سفارت دنوموړي نه راتگ دمنیژې ناروغي ښوولې وه. خو له کابله په خپرو شویو ورځپاڼو کې دمنیژې نه راتگ داهم ښوول شوی چې ورته دوژنې گواښونه شوي. منیژه تکړه طاجکه سندرغاړې ده او ښکلې څېرې یې زیات ځوانان ځان ته دپام وړ گرځولي. ",دتاجکستان وتلې او ښکلې سندرغاړې کابل ته راغلې. 629,," د کندهار ښار د پنحمې ناحيې اړوند سيمه دوه لاره کې درنده چاودنه شوې ده . چاودنه پر داسې مهال کې شوې ده چې د ايتلافي ځواکونويو شمير ګاډي له دغې لارې څخه دتيريد و په حال کې وو. ويل کيږي په دغه چاودنه کې عام وګړواو اييتلافى ځواکونو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده . دکورنيو چارو يو وياند د يو ملکي وګړى مړينه منلې ،خو عينى شاهدان د پنځوتنو کاناډايي سرتيرو او ١٢ تنو غير فوځى افغانانو دوژنې او ژوبلې د سترګو ليدلۍ حال وايى . په کندهار کې د روغتون يو داکتر بېنوا ته وويل ددغې پېښې ١٠ تنه ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته ليږدول شوى دى . همداشان د پيښې ٢ وژل شوى کسان هم روغتون ته وړل شوى دى . يو امنيتى چارواکې چې د خپل نامه له ښودلو څخه يې ډډه وکړه بېنوا ته وويل دا يو ځانمرګۍ بريد وو چې د يوې بجې او څلويښت دقيقو په شاو خوا کې دکندهار په دوه لاره کې د کانادايې سرتيرو د موټرو په وړاندې رامنيځ ته شوى دى. په پېښه د بهرنيو ځواکونو يو موټر په بشپړه توگه ويجاړ او يو بل څه ناڅه ويجاړ شوى دى .د پيښې مسوليت طالب اورپکو پر غاړه اخيستى دى . ",په کندهار کې زوره وره چاودنه شوې ده . 630,,"   ائتلافي ځواکونو په خپرې کړې خبرپاڼه کې کاږلي چې یو امریکایي سرتیری تیره ورځ مازیگر دهلمند ولایت دگریشک په ولسوالۍ دچاودیدونکو مواد دچاودنې له امله ټپي شوی. خبرپاڼې د ټپي سرتیري روغتیایي حالت ښه ښوولی او پیښه هغه مهال رامنځته شوې چې کله چې دامریکایي ځواکونو کاروان دملي اردو دیوې اډې تر کتنې وروسته په شا راگرځېده. تیره ورځ په همدې ولسوالۍ کې یو ځانمرگی برید هم شوی وه. ",په هلمند کې یو امریکایي سرتیری ټپي شوی. 631,," د امريکا د کاليفورنيا پوليسو دلاس انجلس په بندر کې يو شورلټ موټر پيداکړى چې ٣٧ کاله د مخه د نيويارک د لويينزله سيمې څخه غلاشوى وو.ددغه موټر خاوند چې لا تر اسه ژوندى دى، دخپل موټرد بيرته پيدا کيدو له امله ډير خوشاله شوى دى . دغه موټر چې د کال ١٩٦٨ موډل دى ، په کال ١٩٦٩ کې غلا شوى وو .ويل کيږى موټر سويډن ته دليږد په موخه په يو کانټينر کې ځاى پرځاى شوى وو.پيدا شوى موټر لا همغسې نوى دى . ",له ٣٧ کلونو وروسته يو غلا شوى موټر پيداشو. 632,حقمل," د ايران ولسمشر محمود احمدى نژاد د يو دوه ورځنى سفر له پاره داونۍ په وروستيو کې د سوريې هېواد ته سفر کوى . په دغه سفر کې به احمدىنژاد د سوريې له و لسمشر بشار اسد او نورولوړپوړو چارواکو سره په دوه اړخيزواړيکو ، سيمه ايزواو نړيوالو مسايلو خبرې اترې وکړى . ايرانى مقاماتو ويلى چې دغه سفر د بشار اسد درسمى بلنې په ترځ کې ترسره کيږى . ",د ايران ولسمشر سوريې ته سفر کوى . 633,حقمل," د هندد فلمى نړۍ وتلى سينمايى لوبغاړى سلمان خان په محکمه د خپلې دوسيې داوږديدو په هکله شکايت کړى او د راجستان د جادپور په محکمه کې يې په تونده ژبه او غوسه له قاضى څخه غوښتنه کړى چې د حکم په اوريدو سره د ې د محاکمې پاى اعلان کړى . سلمان خان وايى که غواړى نو ما په دار وځړوى ، خو زه د دغى محاکمى له اږديد څخه ستومانه شوى يم، مهربانى وکړى دغه ماجرا ته د پاى ټکۍ کيږدى .دغه پيښه په ناڅاپى توګه په کال ١٩٩٦ کې هغه وخت رامينځ ته شوه چې کورته د ستنيدو پر مهال يې له دوو لارويانو سره چې د لارې په سر بيده وو ټکر وکړ. په دغه پيښه کې يو تن مړ شو. ",دوتلى سينمايى لوبغاړى سلمان خان شکايت اوغوسه 634,مصطفی امن,"  بيا جل وهلي تلوسې ستاد ديدن په وچو وچو ويالو څه سرګردانه او اوترې ګرځي بيا مي نظر د غم دمي ته راغی دسوؤ هيلو د ديدن د ارمان ، د تصور او سوچ اغزن بسترکی، دتورتمونو دښامار په لکۍ، سهار ته شپې تيروي٠٠٠ ",دښامارپه لکۍ 635,خادم کوچی," ١٣٨٤دورغومي مياشت ( خادم کوچى) داوسني اېران دپاړس(فارس) ياترکانواوتورکي نژاده خلکودژبه،ځان اوکام پالنې خبرې اوسنۍنه دي،دوىله ډېرپخواڅخه تل هڅه کړې ده چې سيمه،دسيمې هيوادونه اوژبې ترخپل ېرغليزاغېز لاندې راولي،دبشري ياوګړيزکرامت له مخې دسيمې دغه خلک دغه کارته نه دي تيارچې له خلکوڅخه څه واخلي اوخلکوته هغه څه ورکړي چې هغوى ورته اړتيالري،له بده مرغه دوى دتل له پاره يولوريزې هڅې کړې دي،هغه داچې دوى چې هرڅه کوي بايدچې نوروګړي يې هم وکړي!!! اودوى چې هرڅه وايي بايدچې نوروګړي يې ومني!!!ياپه لنډډول په خپل ټول ژوندکې دوى داسې چلندخپل کړى که دوى ووايي چې اوبه پورته ځي نورهم بايدووايي چې اوبه پورته ځي اوکه بيادوى ووايي چې اوبه ښکته ځي نوره وګړيزه نړۍيابشريت هم بايدووايي چې پرون اوبه کته تللې. دتاريخ په اوږدوکې دغوخلکودخپلوګټودلاسته راوړلو،ژبپالنې اونژادپالنې له پاره هره يوه شونې لاره خپله کړې ده،دخپلوهڅودپياوړتياله پاره ترډېره ځايه پورې انسان وژنې،دروغواوتېري ته وخت ورکول شوى دى،دسيمې،نړۍاووګړودوژلو،ځورولواونابودولوته روايتونه اولارې جوړې شوې دي،هغوى وژل شوي،ځورول شوي،دژبې،نژاداوشتمنيولوټونه ددغونژادپالوخلکوزوړدريځ،تاريخ اوچلنددى. دتاريخ په دغه ترخه اوکاواکه بهيراوسيمه کې پښتوژبه اوپښتانه هم دخپل نيمګړي يامړژواندي ژوندسېلوې اخلي،پاړسوژبه دنړۍله ټولوګوښواوکونجونوڅخه دخپل پنځون په لورورټوله شوې ده خوله بده مرغه چې په افغانستان کې ددغې ژبي درباري اونيستمن اغيزلاتراوسه پورې پياوړي په ځاى پاتې دى. دخبري سرچينو له مخې اورېدل کيږي چې دفغانستان مشران دکلتوروزارت په مشرۍدخلکو دکورونودوکانونواوکارځايونو په سر ليکل چې دوى لوحې ورته وايي جوړوي ياداچې ديوې ادارې له خوا ديوې ژبې په ګټه اړول کېږي ، موږ په خپلو تېرو ډېرو ليکنو کې په ډاګه کړې ده چې د افغانستان مشرتوب پښتو ژبې لوحې غورځولې دي او پرځاى يې نورې د بلې ژبې لوحې لګولې دي په خپلوتېروليکنوکې مودبېلګې په ډول ډېرې غورځول شوې لوحې يادې کړې دي. د اېرانيانواواېران خياله مشرانو نوې هڅې دادي چې په افغانستان کې دافغاني مشرانو د مشرتوب له تت،پيکه او ټيټ سيوري څخه لاندې دانګرېزي ژبې مخه په داسې يو نوم اوعنوان سره ډپ کړي چې ګواکې موږله خپلوارزښتونو څخه ساتنه کوو،دخپلوخلکوپه ټنډه باندې خپله ژبه ليکوياانځورکوو،ريښتياخبره خوداده چې اېرانيان يادپخواني فارس پاړسواونژادپالونکي مشران اوهغه شورويان چې پرون يې په سيمه کې دروسي ژبې دپراختياهڅې کولې په سيمه اوافغانستان کې دسورپوستکواوسپين پوستکوشته والي دومره په وېره،ډاراوتراګ کې اچولي دي،چې که ديوچاپه دروازه کې يوټکى انګرېزي ياکلينيک نوم وليدل شونودلېونيوپه څېربه دلوحې مخ داسې ورته تور،خيرن،ککړاوولړي لکه:پرون يې چې په اېران کې ددوى په مخ پورې خټې وروتپلې اوومښلې!!!. دا به وکتل شي چې له جنګي دريځ او سياسي شخړې سره سره په پرهنګى ( ف ) جګړه کې دلوېديځوالواواېرانيانوترمنځ په افغانستان کې جګړه کوم ځاى ته رسول کېږي اوداچې کوم لورى به يې و ګټي اوکوم لورى به يې وبايلي،دابه هم څرګنده شي چې دافغانستان مشران په سيمه کې پښتوژبې څومره لوحې لګوي،دغيرتي پښتنووړتيااوويده توب به هم جوت شي چې دوى هم دخپل کور،دوکان،کارخانې اوکتنځاى په وړاندې پښتوژبې لوحه لګولى شي؟؟؟اوڅومره؟؟؟. په افغانستان کې کلونه کلونه درباري حکومت چلونه اوداوسنۍدورې بې پروايي،بېباکي اوپښتو ژبې ته نه پاملرنه موږناهيلي کوي،په خراساني افغانستان کې دپښتوژبې اوپښتنو راتلونکى موږته ډېر تت،خيرن اوتياره ښکاره کېږي. زموږ سياسي مشرتوب ياپه اداروکې ناست دمزدورۍ اوکاروبارخلک،همدغه ډول زموږدټولنې ډېرکاروباري ژورنالسټان نه غواړي چې دپښتوژبې اوپښتنوله پاره دې کاروشي تردې پورې دهغوى د پښتونولۍدغږپه غلي کولواوچوپ اوسېدلوکې مرسته کوي،که يوپښتون نارې سورې وکړي چې پښتو ژبې لوحه غورځول کېږي ياستادخراساني افغانستان په ښوونځيواواداروکې له پښتوژبې سره توپيري چلندکېږي ياداچې له پښتو ژبي غوښتنليک سره ناوړه چلندکېږي زموږدټولنې دغه کاروباري خلک اوسوداګرژورنالسټان په بې شرمۍ سره ددوى په ويناثبوت اوسپينتنه ترې غواړي،دپښتوژبې اوپښتانه دپښتونپالنې ولوله اواوازبابېزه اوزېندۍکېږي. که زموږدټولنې بې پروا،ويده اوبېباکه غړي بياهم په خپله خبره ټينګارکوي اوغواړي چې په سيمه اوخراساني افغانستان کې دې له پښتوژبې سره بېباکي اوناخوالې ورته په ګوته شي نومهرباني دې وکړي لومړى دې تاريخ وګوري چې ولې کلونه کلونه زموږپه خلکواوخاوره باندې دربارراتپل شوى دى؟؟.ولې دسيمې په دېوان اودفتريوټکى پښتوژبه نشته؟؟.ولې په دغه ټوله سيمه کې يوه پښتوژبې لوحه نشته؟؟.ولې دخراساني افغانستان په اوسنيوټولوخپرونوکې پښتوژبې اوپښتنوته پوره ونډه نه ورکول کېږي؟؟. له همدې امله ده چې زموږ په هېواد کې به تل ستونزې راپيداکيږي،خراساني افغانستان اوسيمه به تل د يوناسورزخم په ډول وينه او وينه وي.   ",ايران په افغانستان کي د انګريزي ژبي مخنيوی کوي 636,ډاکترمحمدظاهر حاذق," او څه باید وسي؟ سیاستپوه او ټولنپوه ډاکترمحمدظاهر حاذق  - جرمني  د اوسنې وخت په یوه قطبي نړۍ کښي او د افغانستان په اوسنۍ واکدارۍ کي چي په حقیقت کي د توپکسالارانو واکدارۍ ده، ډېر افغانان د را تلونکې په برخه کي اندیښمن او شکمن دي او د تو نل په آخیر کي کومه روښنایي نه ورته په سترګو کیږي. که څه هم چي وروسته د طالیبانو دسقوط نه او په تېره بیا دبن دغونډي را هسي د نړۍ د هیوادونو پاملرنه و افغانستان ته په بیساري ډول زیاته سویده اوهم د امنیت په ټنکېدو کي ورسره د ناتو دسولي ساتي قواوي مرسته کوي او غواړي چي پدی کال کي د خپلو سرتېرو تعداد د ۹۰۰۰ نه و ۱۵۰۰۰ ته جګ کړي او د افغانستان دسهیلي ، ختیزو او لوېدیزو سیمو امنیت هم ټېنګ کړي، دبن دغونډي را هسي هر کال یوکنفراس د افغانستان سره د اقتصادي مر ستو او د امنیت د ټنکېدو ل لپاره جوړ سوی دی, داواري په نظر کي وه چي دا کنفرانس په کابل کي جوړ سي، خو د امنیتي ستونزو د کبله په لندن کي جوړیږي. د دی مرستو تر څنګه پداخل کي هم ځني کارونه سرته رسېدلي دي لکه دیو سیاسي چوکاټ جوړیدل : د بېړنۍ او داساسي قانون د لویو جرگو راوغوښتل، داساسي قانون جوړیدل او تصویبدل، د ولسمشرۍ او پارلمان ټاکني. په اقتصادي، روغتیايي، د زدکړي او روزني په برخه کي هم څه ناڅه کارونه سویدي، خو سربیره ددی ټولو لاس ته را وړونو نه ولس بیا هم ډېر ناراضه دی او شکایت يي لوړ دی. علت ددی شکایت او نه رضایتۍ څه دی؟ یا ني که دلته واقیعیت په نظر کي ونیسو او راساًولس ته مراجعه وکړو چي شکایت يي هره ورځ د مطبوعاتو او بیلو بیلولارونه اوریدل کیږي او دیوطرفه او وابسته مرجوع د پروپاګنډې نظر پوښتنو تر تاثیر لاندي را نسو. یو علت د ولس دشکایت او د نارضایتۍ روښانه دی ، هغه واوریدل چي په تېرو څلورو کلونو کي تر اته ملیارده ډالره نه زیات د هیواد سره مرسته وسول, خوپه عمل کي ډېر لږ څه و لېدل سول، ډېر افغانان سرپناه اوکار نلري، د غذا، دوا او د ژوند د نورو بنسټیزو ضروریتونو په برخه کي ډېري ستونزي لري. ددی کبله هغو ی شکایت لري او ددی له څنګه يي طبعاً انتظارات هم ډېر زیات دي ځکه چي هغوی دونیمي لسیزي ډېري خوارۍ او ستونزي ګاللي دي او ډېرو يي هرڅه د لاسه ور کړیدي، هغوی اوس غواړي چي بیرته عادي ژوند وګړي او غوښتني هم مشروع دي. ډېر افغانان پدی واقعیت هم ښه پو هیږي چي دا ټولي نیګړتیاوي په درو،څلورو کلونو کي نسي پوره کېدلی اوهم ورته معلومه ده چي د هیواد اقتصاد دسقوط په حالت کي کرار لري، خو بیاهم دسولي، امنیت او د هیواد د راتلونکي په برخه کي انديښمن دي،ځکه هغوی د جهاد په اوږدو کي دېر څه زده کړیدي، د هیواد داخلي او خارجي دښمنان يي ښه پژندلي دي چي هغوی سوله اوامنیت نه غواړي، همداسي کوم خنډونه چي په مخ کي پراته دي اوکومي سهوي چي پدي برخه کي سويدي، ورباندي کم او زیات پوهیږي. د امنیت او دولت دکارونوپه مخکي اصلاً دوه ډېر لوی خنډونه پراته دي،کوم چي دنورو ډېرو ستونزو درا پیداکېدوعلت ګرځېدلي او ګرځي، هغه امنیتي او اقتصادي ستونزي دي . د هغوی د ممکنه حل لپاره څو وړاندیزونه : اول_ د امنیت ټېنګول د ولس تر ټولولمړنۍ او دوامداره غوښنته ده چي د دولت او نړیوالي ټولنې نه يي لري. واقیعیت دا دی چي دولت دسولي ساتي قواوو په مر سته امنیت په نسبي ډول ټېنګ کړی دی، خوهغه ولس ته په هیڅ ډول دقناعت وړ نه دی،ځکه جنایت اود ترهګرو حملي ورځ په ورځ زیاتیږي، اداري فساد او رشوت خوري خپل اوج ته رسېدلي دي او د ولس د شکایت اوریدولو لپاره کومه اغیزمنه مرجع هم نسته. د امنیت دټنکېدو لپاره دېر مصارف سوي او کیږي، خوپدی څلورو کلونوکي دهغه لپاره یو بنسټیز اوږدمهاله پلان نه دپوځي اړخه اونه د سیاسي اړخه جوړ سوېدی، کوم چي د عملي او رواني نظره خاص ارزښت لري اودافغانستان لپاره حیاتي موضوع ده. د اوسنيو تدابیرو لویه برخه ورځني اولنډمهاله پروگرامونه جوړه وي. اوږد مهاله پروگرامونه يي د ملي اوردو او پولیسو روزنه ده، کوم چي دبده مرغه تر اوسه پوري يي نژدي نمايي برخه بشپړ سویده اوهغه هم ډېر نواقص لري، که څه هم په اول سرکي هم ما اوهم اوډېرو نورو افغانانو دولت ته وړانديزونه وکړل چي توپکیان دي یاټول بي وسلي سي اویادي دهغوی نه واقعي مجاهدین بیل او ورځني دي منظم ملیشه قطعات جوړکړل سي، خو د اردو ا وپولیسو سره باید ګډ نسي، ځکه هغوی دیسپلین نلري اویوشخص یا توپکسا لار ته وفاداره دي او د اردو او پولیسو په صفونو کي د نورو افرادو دیسپلین او مورال خرابه وي ... ورسته بیا ګوت نیوکي او اعتراضونه پردی بي بنسټه کار باندي زیات سول، خو څنګه چي ددولت قدرت د اوله سرنه بیا تر اوسه پوري اصلاً د توپکسالارانو په لاس کي وو او دی، نو داسي وړاندیزونو او اعتراضونو کوم ځای ونه نوی او نه بي و نیسي. پدی غلط کار کي دامریکا چارواکي هم لوي قصور لري چي خلاف د منطق او د یوي واقعي دموکراسي داصولونه يي توپکسالارا ن پر افغان ولس باندي تحمیل کړل او په توپکیانو يي د سرتېرو او پولیسو دریشۍ واغستلی. ترکومه وخته چي هغوی د ار دو او پولیسو په لیکو کي ځای ولري، همداحال به روان وي یاني بي امنتیي به وي، ولس به پر هغوی اعتماد نکوي او نه به سمه همکار ي ورسره وکوي، کوم چي د امنیت دټنګېدو لپاره ډېر اړین دي. داډول نواقص په هره برخه کي ډېر زیات دي، خو ترټولوی خنډ د امنیت ، بیا روغونې ا و نورو دولتي کارونه په مخکي بیا هم د غه توپکسالاران او توپکیان دي او تر هغه وخته پوري چي هغوی د دولت په ارگانونوکي موجود وي، همداسي به کارونه فلج اوهیڅ یو مشکل په اساسي ډول نه حل کیږي. ددې ستونزي د اساسي حل لپاره دا لاندي تدابیر اړین دي : ۱ - ملي اردو،ملي پولیس او‍ د دولت ارگانونه باید د توپکیانو، توپکسالارانو، رشوت خورو اوبي کفایتو مامورینو او کار کونکو نه پاکړل سي ( که څه هم چي په اوسنۍ وخت کي دري سره ځواکونه لکه اجرایه، قضایه اومقننه دهغوی په کنترول کي دي اوهر یوملي حرکت ناشوني ښکاري، خو ومولېدل چي د ولس په دوامدارو غوښتونواو کلک عزم سره یوازي پدي نژدي څو کلونو کي ډېرشیان چي ناشوني ښکاره کېدل، هغه شوني سول). ۲- د ولس ملا تړ بايد دټولنیزو او عیني واقعاتو پربنسټ ترلاسه کړل سي. ددی کارلپاره اړینه ده چي د مسلکي اوبا تجربه خلکو( سیاست پوهانو ، ټولن پوهانو ، روانشناسانو او حقوق پوهانو) ، په مرسته موثر پروگرامونه جوړ کړل سي اود دیني علیمانواو وطني باتجربه خلکو په مرسته پلي کړل سي. که چیري ولس مرسته وکړي،د افغاني ټولنې په تېره بیا دپښتنود ټولنیزو تشکیلاتو له مخي بیا د ترهګرو اود نورو جنایتکارو ډولو د لوبو لپاره ځای نور نه پاته کیږي. ۳ - د دولت په چوکاټ کي د یوخاص، مستقل اروگان جوړیدل اړین دی چی هغه په مستقیم ډول یوازي د ریس جمهور د اوامیرو تابع وي چي پوره صلاحیت ولري اودونورو مربوطه دایروسره په همکاری په ډېر موثر، فني اوعملي ډول دجنایتکارانو او اداری فساد سره مبارزه وکړي، دبیارغوني دکارونو لپاره لاره خلاصه کړي اوهمداسي د عدالت په پلي کېدومرسته وکړي. شاید ودی ته ورته کوم ارگان فعلاً هم موجود وي، خو خبره دهغه په خاصو تشکیلاتو، د پرسونلو په انتخابېدو، د وظایفوپه ټاکلو او عملي کولو کي ده. دا کار طبعاً نورو ډېرو توضحاتو ته ضرورت لري کوم چي ددی لنډي مقالي د چوکاټ نه زیاتیږي. ۴ - دامنیت موضوع که څه هم فعلاً ډېره لویه او مشکله ښکاري،خودحل لاره یي په عمومي ډول په یو معقول او موثر سیاست پوري اړه لري. داخلي سیاست به هغه وخت موفق وي چي و پورته درو وړاندیزونو ته مثبت جواب وویل سي. د خارجي سیاست دنده ده چي ځیني موثرتدابیر ونیسي، که رښتیا هغه غواړي چي په افغانستان کي دي امنیت ټېنګ او دموکراسي دي پلي سي ( پرکوم چي زه ډېر شک لرم ځکه هغه پر دی اوسنۍ لاره اوپردی اوسنۍ سیاست سره د هدف نه ډېر لري دی)، ددې هدف لپاره ضرور ده چي اول دافغانستان خپلواکي او د خاوري بشپړ توب په دایمي ډول یا اقلاً دډېرو کلونو لپاره دملگروملتونو او ناتو لخوا تضمین کړل سي(په اوسنۍ وخت کي د امریکا اوسولي ساتوقوا په موجودیت کي د ځینوګاونډیو هیوادونولخوا د افغانستان خاوره لاندی کیږي، په کوم کي چي د امریکا حکومت په مستقیم اوغیرمتقیم مسئولیت لري)، پدې ډول ډ ګاونډیو سمیزو استعمار چیانو طمعه قطع کیږي چي یوه ورځ به د افغانستان یوه ټوټه بیاجلا اویا به هغه په خپلو کي سره وويشي ، ددې کبله هغوی د افغانستان امنیت سبوتاژ وي، ترهګر روزي او افغانستان ته يي د تخریبکاریو لپاره استوي. دلته باید ملګري ملتونه ددغو حکومتونو سره چي ترهګر روزي اودافغانستان امنیت خرابوي ، جدې معامله وکړي اودهغوی و درواغو ویلو ته نور د پای ټکی کښیږ دي چي نه نور ترهګر وروزي او نه د افغانستان پداخلي چارو کي لاس وهنه وکړي. دحېرانتیا خبره داده چي ډېرو عادي افغانانوته په افغانستان او ګاونډیوهیوادونو کي دا راز معلوم دی چي ترهګر چيري او څوک يي روزي، خو د امریکا او غربي هیوادونو استخباراتو ته دي دا راز معلوم نه وي ؟؟؟ علت يي شاید داوي چي یاهغوی نه غواړي چي ځان خبرکړي اویا به البته هغوی ډېرد بیګناه افغانانو په تعقیب او او ځورولو اخته وي، کوم چي دخلکو دشکایت او خبري ر سنېولخوا په دوامدار ډول اوریدل کیږي او دهغوی پر بشري حقونه تېری کیږي، یاهغوي ناحقه په یوه یابله بهانه وژل کیږي اویا په کلونوپه زندانونوکي بیله د محکمي دحکم اویا کوم جرم داثبات نه ساتل کيږي او دومره ځورول کیږي لکه د دیکتاتوري او فاشستي رژیمونوپه زندانونو کي. ددی کبله شاید مسئول کسان و اصلي دندي ته یاني دترهګرو د پېداکېدو لپاره کافي وخت ونلری او په کار کي پاته راغلي دي. امریکايي سرتیري د افغانانود رسم او رواج، کلتور اومذهبي عاقایدو پرا نلري ، ولس ورنه دېر ناراضه اوپه عذاب دی اودبي ځایه شدت نه کار اخلي. طبعي ده چي ولس پداسي یوحالت کي ومرستي ته نه حاضریږي، پرهغوی اوپر دولت اعتماد نسي کولای . دادا سي یوه لویه اشتباه ده لکه روسي پوځیانو اوتېرو رژیمونوچي کوله. دا هم يو څرکند حقیقت دی چي ترهګر منظم جنایتکارگروپونه دي او په تصادفي ډول منځ ته نه راځي. هغوي په عمومي ډول د دولتونو لخوا یاني دهغوی د استخباراتو له خوامنځ ته راځي او روزل کیږي. نن ورځ ډېر څه پټ نه پاته کيږي، دا چي ولي د افغاني ترهگرو ځالي څوک نسي پیداکولای، وځانته ډېر سوالونه را پیداکوي ؟ پدی اړه څه موده مخکي کرزی صاحب هم په یوه مرکه کي وویل چي باید دترهګرو ځالي پیدا سي او له منځه یوړل سي. اصلاً بایدهمداسي وسي. پوښتنه داده چي څوک باید دا کار وکړي او څنګه؟؟؟ پدې ډول لکه په کنړ، باجوړ اونورو ځایونو کي چي بیګناه پښتانه په تېره بیا واړه او میر مني وژل کیږي ،دا خو يوه ډېره غیر موثره ، باطله او دنفرت نه ډکه لاره ده. هیله ده چي دپښتنو وژنو او ځورونو ته ډېر ژر خاتمه ورکړل سي او پر ځای يي دترهگرو اصلي ځالي پیدا او په نښه سي. زماوړاندیز دخارجي ځواکونو په برخه کي دادی که چیري سوله ساتي قواوي په ټول هیواد کي دامنیت واګي چاري پلاس کي واخلي او امریکايي قواوي په قطعاتو کي په سمبولیک ډول دخارجي خطر سره دمقابلي لپاره پاته سي، دا کار به دپورته وړاندیزونو په نظرکي نیولو سره موثر تمام سي، ځکه امریکايي قواووته افغانان او نړیوال په بده سترګه ګوري. امریکايي پوځیان پخپله د دوه کبله دبي امنتي سبب گرځي، دیوي خوا د هغوی دظلم او غیر انساني برخورد دکبله او بلي خوا ترهګر او ماجراجویان چي امریکاته دیو استعماري ځواک په سترګه گوري، چیري امریکايي پوځیان وي، هلته ځان ورسوي. مخکي يي زور په عراق کي وو، اوس په افغانستان کي هم دځان وژني او هلته ورته تکتیکونه کار اخلي. دترهگرو ماتي ديومعقول اوموثر سیاست اوښه روزل سوامنتي او جنايي پولیسو اواستخباراتو دلاری نه ډېره ممکنه ده نسبت وپوځي ډېر پرمصرفه او کم ثمره عملتاتونه. د امریکا د پوځي مرستي نه دهغي سیاسي او اقتصادي مرستي ډېري ګټوري او موثري تمامیږي. خو دیوي خوا د امریکا خود خوا چارواکوته قناعت ور کول ډېر مشکل کار دی او د بلي خوا داخلي مسلطه جګړه ماران نه پداسي کارونو پوهیږي او نه يي غواړي، ځکه هغوی خپله ګټه په جنګ او بي امنیتي کي ويني. د بادرکه مامورینو او افغانانو خبره څوک اوري نه. د امریکا د ولسمشر دمرستیال ښاغلي دیکچیني او دفاع وزیر ښاغلي رامسفلد روستي سفرونه و افغانستان او دسیمي نورو هیوادونو ته یوار بیا وښودل چي امریکايي چارواکي خپل داشتباه نه ډک سیاست نه نه تېريږي او بیاهم داسي کسان او چارواکي حمایه کوي چي سوله او امنیت په افغانستان او سیمه کي نه غواړي. دوهم - اقتصادي ستونزي دي چي دولت او ولس ورسره لاس په گریوان دی: كومي اقتصادي پروژي چي تر اوسه پوري د دولت لخوا په لوی بري سره ترسره سویدي، هغه يوه د نوي افغانۍ رواجول وه اوبله هم دکابل - کندهار دسړک جوړول وه( كه يي نواقص دلته په پام کي و نه نیول سي). افغانۍ که څه هم تر اوسه پوري تر لسو افغانیو نه زیات خپل ارزښټ د ډالر په مقابل کي دلا سه نه ور کړېدی، خویوه ډ ېره ګټوره پروژه وه چي هم يي په راکړه ورکړه کي ډېري آسانتیاوي را وستلي اوهم يي هر کال و ولس ته د سلګونو ملیونوډالرو په ارزښټ ګټه رسیږي ، په تېره بیا په اوسنۍ وخت کي چي د واریداتو کچه د صادراتو په پرتله ډېره لوړه ده، په بل عبارت کوم مالونه چي و افغانستان ته راځي هغه ارزانه تمامیږي. څو لنډ وړاندیزونه : ۱- د دی کبله زما وړاندیز د افغانستان دولت ته دادی چي د افغانۍ د ارزښټ د جګېدو لپاره د ټولو فني او رواني میتودونو او وسایلو نه کار واخلي. څنګه چي څرګنده ده، داسعارو ارزښټ تر ۲۰ فیصدو پوري په عېني شرایطو پوري تړلی دی او تر ۸۰ فیصدو پوري په رواني تاثیراتو او میتودونو پوري تړلی دی. که چیري دولت د لندن په راتلونکي کنفرانس کي د مرستو کونکوهیوادونو او نړیوال بانک په مرسته د داسي یو میکانیزم نه کار واخلي چي دمرستوکونکو پيسونه چي ډېري يي دقوي اسعارو په شکل ور کولي کیږي لکه ډالر، یرو او سترلنګ فونډ، چي دهغه نه د افغانۍ د ملاتړ( پشتواني) لپاره هم کار واخستل سي، ځکه پیسه ، پیسه ده چي د هري لاري نه و هیواد ته راځي، باید د افغانۍ پر قوي کېدو باندي مثبت تاثیرولري. د افغانۍ قوي کېدل په تېره بیا په اوس وخت کي د خلکودژوندد سطحي په لوړیدوباندي او هم دهیواد پر اقتصادي وده باندي مثبت تاثیر لرلی سي اوهم ترهغه نه ګټوره ده چي دخلکو د ژوند سطحه په مصنوعي ډول سره یاني د معاشونو په زیاتیدو سره پورته بیول کیږي.    پاته برخه په ((    بل  مخ    )) کي ولولی  ",دافغانستان ددولت کاروان چيري روان دی؟ 637,ډاکټر ظاهر حاذق - جرمني," د لومړي مخ په ادامه . . .ډاکټر ظاهر حاذق - جرمني  دمعاشونو جګول انفلاسون زیاته وي ، ځکه که چیري نن ورځ معاشونه یوفیصد زیاتیږي، په مقابل کي يي سبا دشیانوقیمتونه دوچنده او څوچنده زیاتیږی. پدي ډول هم مامورینوته اوهم ولس ته لوی تاوان رسیږي یاني د ژوند دسطحي دپورته کېدو پرځای هغه را کښته کیږي. د طالیبانو او توپکسالارانو د واکداري وختونه يي ښکاره بیلګي دي چي افغانۍ خپل ارزښټ بیخي دلاسه ورکړی وو اوپه آخرو ورځوکي اتیازره افغانیو یوازي یو امریکایي ډالرقیمت در لودی. ۲ - د خلکودژوندد سطحي د لوړیدو لپاره باید داسي تدابیر ونیول سي چي وکولای سي د عرضي او تقاضا توازن برابر او خلکوته د کار امکانات پیداکړي اوهم د ضروري قوانینود ژر جوړولو دلاري نه دخلکو په ورځني کارونو، راکړه ورکړ کي آسانتیا، روانتیا اوچټکوالي راولي (په تېرو څلورو کلونو کي باید ټول ضروري قوانین جوړ او یا اقلاً مسوده سوي وای، خوداکار هم د بده مرغه تر سره نسو. اوس چي پارلمان جوړسو، د هر قانون په جوړیدو او تېریدو باندي ډېر وخت ضایع کیږي) . بیله دضروري قوانینو دموجودیت نه کارونه سمه وده نسي کولای او د ډېرو خنډونوسره مخامخ کیږي . ۳ - په افغانستان کي اوس په کافي اندازه پانګه سته چي ډېره يي د نشیي موادو د قاچاقبرانو او توپکسالارانو په لاس کېده، هغه مړه سرمایه ده ، دهغي نه دسود، سلم او په احتکاري ډول د املاکو په برخه کي لکه ځمکه، باغ، دوکانو او تعمیرونو کي کار اخستل کیږي اود انفلاسون دزیاتېدو سبب گرځيدلی ده اوخلک يي د ډېرو ستونزو سره مخامخ کړیدي. دیوقانون په چوکات کي باید ددی کارمخنوي وسي او پرځای يي ملي تجارانو ته سمه لارښودنه وسي او هڅول سي چي شرکتونه جوړ کړي او وکولای سي چي د افغانانو داړتیا وړ کارخاني پکار واچوي. ددی لاري نه ډېرو افغانانو ته کار پېداکیږي او کرار کرار دخواراکي او مصرفي شیانو د واریدیدو حجم کمیږي، د داخلي خامو مواد و دصادریدو پرځای بايد دهغوی نه بشپړ سوي شیان د داخلي او خارجي مارکیټونو لپاره جوړسي. ۴ - افغانستان څنګه چي یو زراعتي هیواد دی، کرهني او د اوبو ذخیرو ته باید ډېره زیاته پاملرنه وسي، بزگرانو ته اصلاحي تخمونه اوپه ښه شرایطو قرضي ورکړل سي چي خپلي اړتیاوي په پوره کړي او دسود خورو د کړیو نه خلاص سي او د بدیلو یا الترناتیپو شیانو په رواجولوکي د صناعتي هیوادونو په مر سته سره ملاتړ او لارښودنه وسي چي پداخلي او خارجي مارکیټونوکي ښه قیمت ولري، لکه پنبه دپخواپشان، زاعفران، توره زیره، ګلان د اروپايي مارکیټونو لپاره او داسي نور ډېرشیان. ۵ - نشیي مواد لکه چرس او اپین و افغانانوته د سیاسي نظره یولوی درد سر او د اقتصادي ودی په مخکي یو لوی خنډگرځېدلي دي . د افغانستان حکومت اوهم نړیوال حکموتونه تر اوسه پوري پدي لاره کي پاته راغلي دي چي دلویو داخلي او خارجي قاچاقبرانو مخه ونیسي، ټول زور يي پر بزگرانودی، کوم چي د اوبو د کموالي ، قرضداريو، سود او سلم د کبله بله چاره نه نلري. دا کار هم غیر عادلانه او هم غیر منطقي دی، ددی کبله يي موثریت هم کم دی. زه پخپله د هر ډول نشیي موادو که دخانیات دي او که مسکرات دي مخالف یم، ځکه روغتیا ته د هغوی ضرر ثابت دی او په اسلام کي هم ددی کبله منع سویدي. خوزه د صناعتي هیوادونو د چارواکو منطق ته نه پوهیږم چي ځینو نشيي مواد لکه شرابو او سگریټو ته اجازه ور کوي چي ضرر يي دروغتیا لپاره د چرسو او اپینوپه پر تله ډېر زیات دی ( دملگروملتونود روغتایي موسسي دمعلوماتود مخي په نړۍ کي هر کال ۴ ملیونه انسانان د شرابو او ۵ ملیونه هم دسگریټو د کبله خپل ژوند د لاسه ور کوي) ، خو چرسو، اپینو او ځینو نورو ته بیا اجازه نه ور کوي . علت ددی کار څه دی؟؟؟ جواب یي ساده او آسانه دی : اول کوم نشیي مواد چي د صناعتي هیوادونو دلویو سرمایدارانوپه کنترول کي نه دي لکه چرس، اپین او نور هغه منع دي، ځکه هغوی ته يي ډېره ګټه نه رسیږي، دوهم ډېر چارواکي پخپله په شرابو او سگریټو اخته دي او دلویوسرمایدارانو د دیکتات له مخي کار کوي، د وجداني مشکلاتو دکبله د سالم قضاوت په برخه کي ستونزي لري، دریم زور واکي دولتونه د نشیي موادونه دیوي وسلي او وسیلي کار اخلي چي د افغانستان او د دریمي نړۍ دولتونه ترفشار لاندي وساتي او پداخلي چارو کي د لاس وهني موقع ترلاسه کړي. دحل لاره يي په اوسنیو ضیقو شرایطو کي زما له اند نه داده چي زه يي د ډېره وخته راهسي پلوي کوم او پدي ورستیو وختونو کي یوي خارجي موسسي هم یو داسي یو وړاندیز کړی وو چي د چرسو او اپینو کښت ته دي قانوني اجازه ور کړل سي. :خو ددی شرایطو د مخي اول - د چرسو او اپینو د کښت اجازه باید یوازي کچنیو دهقانانو ته ور کړل سي، دوهم - کښت او حاصیلات باید مستقیماً ددولت تر کنترول لاندي وي او راساً پرکمپنیو وپرولل سي، دریم - دولت باید دصناعتي هیوادونو د چارواکو او د دوا جوړولو د کمپنیو مالکانو سره په تفاهم اود یو قرار داد له مخي د هغوی د ضرورت په اندازه چرس او اپین ور کړي اوکه د کمپنیو د ضرورت نه زیاتیږي، هغه دي وسوځلول سي او مصرف دي و دهقانانو ته صناعتي هیوادو نه ور کړي. دامصرف نسبت ونورو امنیتي تدابیرو اود هغه ضرر ته ډېر کم دی او که کمپني په سم قیمت هغه را نیسي شاید نورو مصارفو ته ضرورت هم پاته نسي. دا حقیقت و ډېرو ته معلوم دی چي چرس او اپین د واړه د مسکینو دوا وو په جوړیدو کي دوي ډېري مهمي مادي دي، په تېره بیاد چرسو بوټی د پمبي د بوټی غوندي یو ډېر صنعتي بوټی هم دی چي ډول، ډول ټکران ځني جوړیددای سي، او دفضله موادو نه يي طبعي سره جوړیدای سي او یا د سونګ د موادو کار ځني اخستل کېدای سی. دچرسو بوټی په صنعت کي اصلاً د اپینو ډېر ښه بدیل کېدای هم سي. د اروپايي ټولنې ځني هیوادونه د چرسود بوټی د کښت لپاره خپلو دهقانانو ته سبستي هم ور کوي. څلورم - د غیر قانوني نشیي موادو دتولید اومصرف سره اوپه تېره بیا د داخلي او خارجي قاچاقبرانو سره په مو ثره ډول مبارزه وسي لکه چي پورته د امنیت په اړه توضحات ور کړل سول. ۶ - د اقتصادي چټکي ودي، دهیواد دصناعتي کېدو او د ژوند د اسانتیاو لپاره و انرژي ته ډېره اړتیا ده، د نفتو، غازو او د ډبري د سکرو ذخیري په افغانستان کي دومره ندي چي د ډېري مودي لپاره کفایت وکړي، اوهمداسي د ا ذخیري د نړۍ په سطحه هم په درو ، څلورو لسیزو کي مخ پر خلاصیدو دي اوقیمتونه يي هم ورځ په ورځ لوړیږي، د افغانو زور نه په رسیږي. معقوله دحل لاره يي اوږد مهال تدابیر دي لکه د اوبو، لمر، باد اود طبعي غاز انرژي چي د فضله موادو نه لاس ته راځي. دافغانستان رودونه او ویالي اکثره مساعدي دي چي ورځني برق تر لاسه سي. اوس ډېر کوچني توربینونه هم سته چي د کوچنیو ویالو د او بو نه هم برق تر لاسه کېدای سي چي دڅو کورونو او یایو کلي دبرق اړتیا ور پوره کړي، زما دمعلوماتو له مخي د لغمان په ولایت او ځینو نورو سیمو کي خلک دهغوی نه څه نا څه کار اخلي. د فني لار ښودنو او پوره پاملرني دلاري دا توربینونه ارزانه تر لاسه کېدای سي چي ډېر افغانان ورځني ګټه تر لاسه کړي. د اوبو ذخیري باید داسي جوړي سي چي هم د برق کار ور کړي اوهم پخپله ځان پاک کړل سي. د لمر د انرژي لپاره د ا فغانستان شرایط ډېر مساعد ي چي هم برق تولېد کړي اوهم دپخلي، گرمو اوبو او مرکزگرمۍ کار ځني واخستل ستی. دبرق لپاره د لمر ښیښو یا کولکتورونوته ضرورت دی، ځني نموني یي افغانانو د دوبی نه را وړي دي. په هغوي باندي هغه وخت د افغانانو وسه رسیږي چي هغه په هیواد کي تو لید کړل سي او یا اقلاً مونتاژ يي په افغانستان کي وسي . دا کار باید یا دولت پر غاړه واخلي او یا څو شرکتونه و هغه ته وهڅول سي او یا په دواړو داکارتر سره کړي چي په لویه پیمانه د لمر ښیښي جوړي کړي اوپر خلکوباندي يي په مناسب قیمت او قست خرڅي کړي. د پخلي د دیګدانو او گرمو اوبو کار ډېر اسانه دی، وروسته د دو درو ورځو د کورس نه عادي نجاران او فلیزکاران هم هغه جوړه ولای سي . یوازي ددی لاری نه و ډېرو خلکو ته کار پیدا کیږي،د پخلي کار ډېر اسانه کیږي، دسونګ دموادو پیسي سړی ته سپما کیږي او دچاپریال او هوا په پاکي ډېره مرسته کوي. لنډه داچي د الترناتپ انرژي ګټي ډېري دي ، هغه نه يواځي د ژوندپه ډېرو کارونو او کرهنه کي اسانتیاوي راولي اوهمداسي د چاپریال د پاره ډېره ګټوره تمامیږي . خبره دا ده چي مسئولو چارواکو ولي هغی ته تر اوسه پوري پوره پاملرنه نده کړی او یا يي نه کوي ؟؟؟ دولت او مطبوعات باید ددی انرژي په ګټو خلک خبر کړي او سر د اوس نه ورته ډېر تبلیغات ور کړي. دلمر د انرژي تخنیک په جاپان او المان کي ډېر پر مخ تللي دي او په چین کي هم اوس ورته پاملرنه سویده باید دګډکار لپاره ور سره خبري وسي. ۷ - نړیوالي مرستي باید په سالم ډول وکارل سي، ددی کار لپاره بايد دولت اول پخپل ځان کي دکار ظرفیت، اهلیت او اعتبار پیداکړي اود مرسته کونکو هیوادونه سره په تفاهم لنډ مهاله او اوږد مهاله اساسي اقتصادي پلانونه جوړ کړي. د انجوګانو سره دښمني کومه ګټه نه رسوي، تاوان يي زیات دی، دمرسته کونکوهیوادونو د پالیسي نه د بي خبري او دملي ګټو سره د بي پروایي مانا لري. ۸ - د کارونو د ډېري چټکتیا، اسانتیا او سپما لپاره ډېره اړینه ده چي په دولتي دایروکي کارونه کمپوټري سي، کوم چي ډېر يي تر اوسه پوري په لاس او زاړه سستم سره تر سره کيږي او ډېر وخت ضایع کوي، د بیلګي په توګه که یو سړی د یو کور یادوکان د سودا کوي اویا د کوم دولتي مقام سره كومه معامله كوي، باید پر شلو دفترونو وگرځي او دهغوی نه سند تر لاسه کړي چي پر دی ملک نور څوک دعوی نلري او یا داسړی قرضداره ندی اویا کوم جرم نلری. دداسي یوعادي کار د خلاصیدو لپاره باید سړی اوس هفتي او میاشتي ضایع کړي او وروسته له ډېر رشوت ورکولو نه هغه سرته رسیږي، که چیري ددې کارو لپاره د ولایتونواو هيواد په سطحه یو کمپیوټري مرکز یا دفتر جوړ سي، نوبیا دا سي معلومات په دو درو دقیقو کي تر لاسه کېدای سي، دخلکو وخت به ډېر نه ضایع کیږي اوهم به پداسي کارونو کي د رشوت اخستلو امکانات ډېر کم سي، خو د رشوت سره د مبارزي موثري لاري نوري دي،که څوک يي وغواړي. ددی ګټو اواسانتیاوو له څنګه کمپیوټر یا کمپیوټري پروګرامونه نوري هم ډېري ګټي لري او افغاني ځوانان اوانجوني اوس په ډېره مینه سره د کمپیوټر او انگلیسي ژبي په زده کړه بوخت دي، دولت ته پکاره ده چي ددغو ځوانانو نه هم په دوایرو کي کار واخلي او هم هغوی ته مسلکي زدکړه د کمپیوټر دپروگرامونو په برخه کي ور کړي او د یومسلکي با تجربه گروپ لخوا ورته دوامداره لارښودنه وسي چي کمپیوټري پروگرامونه هم دافغانانود ضرورت لپاره او هم د تجارت لپاره جوړ کړي. ددی لاري نه هم ډېرو افغانانو ته کار پیداکیږي او هم یوه ورځ یو مهم صادراتي قلم جوړه ولای سي لکه هند چي په کال کي د سلګونو ملیونو ډالرو عاید د کمپیوټرد پروگرامونو د خرڅلاو د لاري نه تر لا سه کوي. دا حقیقت باید همیشه په پام کي ولرو، امریکا او صناعتي هیوادو نونه چي د آزاد بازار او دموکراسي سیستمونه د دریمي نړۍ هیوادو نوته د یو مذهب غوندي تبلیغوی او دیکتي کوي، خو په عمل کي هغوی پخپله د دی سیستمونو د اصولو نه سرغړونه كوي، خپل بازارونو دپر مختللو هیوادو نو پرمخه تړي یا لوړه مالیه او محصول پر لگوي یا يوازي يوه محدوده آندازه مالونه پریږدي، خپل دهقانان او کمپنی د آزادي سیالي نه دلوړو سبستیو، امتیازاتو او بندیزونو دلاري ساتي او په مقابل کي بیا پر مختللو هیوادو نو فشار اچوی چي خپلي دروازي د صناعتي هیوادونو دمالونو پرمخ همیشه خلاصي وساتي، محصول کم کړي اود خپلو کروندګرو او کمپنیو سره سبستي مر سته ونکړي اوهمداسي د ډېړو غریبوخلکو سره چي بله هغه هیڅ چاره نلري. پولي او اسعاري سیستم يي یوطرفه، احتکاري، انحصاري اویو ډېر غیرعادلانه سیستم دی او هر کال د دی لاری نه و وروسته پاته هیوادونو ته په ملیاردونو ډالره تاوان رسیږي او د ودي مخه يي نیسي. دا او نوري ډېري وسیلي چي صناعتي هیوادونه يي د روسته پاته هیوادونو پرضد کاره وي ، دآزاد بازار داصولو سره مغایریت لري. که چیري سړی دا اصل په نظر کي و نیسي چي سیالي با یدد همسویه کمپنیوترمنځ وسي، یاني کچني کسب کاران او کمپني پخپل منځ کي ، میانځنۍ او لوی کمپني هره ډله و ځانته سره سیالي وکړي، لا نوره هم ډېره بي عدالتي څرګندیږي . خو صناعتي هیوادو نه د زور، دیکتات او چاچلندیو نه کار اخلي، نړیوال بانک په تیره بیا نړیوال صندوق د هغوی د نوي استثمار آلي دي. افغانستان او نورو وروسته پاته هیوادونو ته ډېره نرۍ لاره پاته کیږي چي د هغی نه په ډېر مهارت او احتیاط سره دخپلو ملي ګټو لپاره کار واخلي. د موکراسۍ داستان هم د آزاد بازار داستان ته ورته دی. اول یوه واقعي دموکراسي د نړۍ په هیڅ یو هیواد کي نسته، هغه يو نسبي حالت او پروسه ده او د اقتصادي او سیاسي شرایطو تابع ده . په غربي هیوادونو کي چي د ژوند اقتصادي سطحه لوړه ده، د دموکراسي معیارونه یو څه زیات په پام کي نیول کیږي، خود سپتمبر دواقعي نه وروسته او د لویو سرمایدارانو لخوا په لویو ګامونوسره د دیکتاتوری او بي عدالتي خواته راوانه ده، په افغانستان او د دریمي نړۍ په هیوادونو کي د دموکراسي يوازي نوم پاته دی، د فغانستان آخري پارلماني ټاکني يي یوه ښکاره بیلګه ده چي جعلي ترین او کاذبي ترین انتخابات وه. ددی پارلمان او ددی دموکراسۍ نه به ولس څه انتظار ولري او څه ګټه ورته لري؟؟؟ په یو هیوادکي چي دجنګ بیړني حالت روان وي او هلته هر څه د بیګانه ځواکونو په کنترول وي او دهغوی ددیکتات له مخي کار کیږي، هلته ټولټاکني او دموکراسي هسي د زو رولو دغولولو لوبي دي، د ولس لپاره کوم مفهوم او ګټه نلري. په اوسنۍ نړۍ کي موږ ددی شاهدان یو چي ډېر وختونه د انتخابي او غیر انتخابي دیکتاتورانو تر منځ توپیریو مشکل کار دی، ځکه اول ټوله د دموکراسي دعوی لري ، دوهم دواړي ډلي د بشری حقوقونو اود دموکراسي د اصولو پرا نلري، په افغانستان او عراق کي د امریکا فوځیانو دجنایت او دروسي فوځیانو د جنایت سره په افغانستان او چیچنیاکي چندان توپیرنلري او هم يي په اهدافو کي کوم توپیر نه لېدل کیږي، هغه استثماري، استعماري او امپریالستي دي، حتاپه الفاظو اوعمل کي هم چندان توپیر نسته. نتیجه دا چي نن ورځ د ا نتخابي او غیر انتخابي دیکتاتورانو ترمنځ چندان توپیر نسته ، خبره د زور او زرو ده ، څوک چي هغه لري، حق هم لري او څوک چي هغه نلري، حق هم نلری او پر ناحقه دی. حقیقت د بده مرغه دومره ساده دی ، خوهغومره درد ونکۍ دی. یوسړی اویا یوحکومت یوازي په ټاکلو سره دموکرات کېدای نسي ، کوم چي نن ورځ په عامه ډول انتخابات يوازي دموکراسي ګڼل کیږي. دموکراسي وځانته نور ډېر اصول او شرایط لري اوباید په رښتیني ډول دبنسټیزو او بشري حقونو درناوی پکښي وسي. پرته لدینه دموکراسي او ټولټاکني کوم مفهوم نلری، هغه د زوره ورو او تقلب کارانو د غولولو یوه آله گرځي. د افغانانو اود نړۍ د ډېرو انسانانو مشکل د همدی ځایه را شروع کیږي چي نه په افغانستان او نه په نړۍ کي یوه واقعي دموکراسي سته. خو په هیله يي باید اوسو خپلي هلي ځلي بایدپر دی لاري کي جاري وساتوچي یوه ورځ دخدای پاک په مرسته ديوي واقعیي ولسواکۍ یا دموکراسۍ خاوندان سو. دافغان ولس دیوالي، بري اوسوکالۍ په هیله .     ", دافغانستان ددولت کاروان چيري روان دی؟ او . . . 638,حقمل," افغان ولسمشر حامد کرزىد ملا عبدالصمد خاکسار وژنه چې د شنبې په ورځ په کندهار کې د ناپيږانده وسله واله کسانو لخوا په ډزو کې ووژل شو غندلې او ځايى چارواکو ته يې لارښونه کړې چې قاتلين يې ژر ترژره ونيسى . طالب اورپکو ددغې وژنه پړه پر غاړه اخيستې ده . ملا خاکسار د طالبانو د رژيم پر مهال د کورنيو چارو زارت مرستيال وو چې وروسته له دولت سره يو ځاى شو .کرزى د ملا خاکسار له کورنۍ سره غمرازى ښودلې او په دې اړوند يې د تسليت مراتب وړاندې کړى دى .د ملاخاکسار جنازه پر داسې حال کې چې يو شمير دولتى چارواکوحاضروو نن په کندهار کې خاورو ته وسپارل شوه . پوليسو د پېښې په اړوند تر اوسه څوک نه دى نيولى او وايى په دې هکله يې پلټنې پيل کړى دى.ملا خاکسارد کندهار اوسيدونکى او ٤٠ کاله عمردرلود اود پنځو اولادونو پلار وو.کرزى دغه وژنه يو ترخګرى عمل بللى دى. ",کرزى د ملا خاکسار وژنه غندلې . 639,," افغان سرحدى پوليسو د ننګرهار د خوګيانيو د تورمې په کلى کې د يوې وسله والې نيښتې په ترځ کې د هيروئينو يوه کوچنۍ کارخانه له منځه وړې ده . د پوليسو يو چاراکي وويل د کارخانې خاوند او دوه تنه کارکونکى يې هم نيولى دى. له دغه کارخانې څخه پوليسو ٢٨ کيلو ګرامه هيروئين ،٥ کيلو ګرامه ترياک او يوشمير سپکه وسله هم ترلاسه کړې ده . ",د هيروئينويوه کارخانه په ننګرهار کې ويجاړه شوې 640,," ناپيږانده وسله والو کسانو د هلمند د نوزاد او ګرشک په ولسواليو کې د شپې په اوږدو کې ٣ ښونځيو ته اور اچولۍ دى . د هلمند دولتى چارواکو ويلى په دغو جلا پېښو کې ډير درسى کتابونه له منځه تللى او ډير زيان يې ښونځيو ته اړولى دى . په دې اړوند څوک د پوليسو له خوا نه دى نيول شوى . ",د هلمند ولايت کې ٣ ښونځى سوځول شوى دى 641,," د نړيوالو خبرى رسنيو د رپوټونو له مخې په پاکستان کې د امريکا ضد يو شمير غټ او کوچنې لاريونونونه تر سره شوى دى . تر ټولو ستر لاريون د کراچې په ښار کې وو. په اسلام اباد کې هم لاريون شوى او لاريون کونکو د امريکا پر ضد چيغې وهلې او شعارونه يې ورکول. دوى غوښتنه کوله چې امريکا دې بايد دباجوړ ايجنسىد قبايلى سيمې د خونړۍ پېښې په اړوند په رسمى توګه له پاکستان څخه بخښنه وغواړى . همداشان لاريون کونکو د خپل هېواد له مشرانو څخه غوښتنه درلوده چې له امريکايى چارواکو او مشرانو سره دې له کتنو او خبرو ډډه وکړى .په دغه خونړى بريدونو او چاودنو کې د ماشومانو او ښځو په شمول له شلو څخه زيات کسان وژل شوى وو.پاکسان هم ددغو بريدونو غندنه کړې او وايى په دې اړوند يې پلټنې پيل کړى دى. ",په پاکستان کې د امريکا ضد لاريونونه تر سره شوى . 642,حقمل," کاناډايې لوړپوړو چارواکو منلې چې د قندهار په ځانمرګې بريد کې چې پرون له غرمې وروسته د کندهار شار په دوه لاره کې د کانادايى ځواکونو د کاروان پر وړاندې تر سره شو يو لوړ پوړى کاناډايى ديپلومات ګرين بيليرى وژل شوى او ٣ تنه کاناډايى سرتيرى ټپيان شوى دى . طالب اورپکو ددغه بريد پړه پر غاړه اخيستى ده . په دغه زوره ور بريد کې ٢ تنه ملکى وګړى وژل شوى او ١٠ تنه نور ټپيان شوى دى . کانډا اوس مهال په افغانستان کې ٦٥٠ سرتيرى لري او تر اوسه يې ٩ سرتيرى په افغانستان کې وژل شوى دى . د کاناډا هېواد په پام کې لري د خپلو ځواکونو شمير ٢٠٠٠ تنو ته په افغانستان کې لوړ کړى . ",يوکانادايى ديپلومات د کندهار په بريد کې وژل شوى 643,حقمل," ټاکل شوې وه چې نن د ايران په پلازمينه تهران کې د دريو گاونډيو ،افغانستان ، تاجکستان او ايران د ولسمشرانو درى اړخيزه ناسته جوړه شوې واى .ايرانى چارواکو ويلى وو چې دغې غونډې ته به د تاجکستان ولسمشر امام على رحمانوف نن تهران ته ورسيږي . ټاکل شوې وه چې افغان لسمشر حامد کرزى به هم نن ايران ته سفر وکړى . د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلى چې د کرزى سفر د خرابى هوااو يو شمير تخنيکى دلايلو پر وجه د اوس له پاره ځنډيدلۍ دى اود راتلونکې سفر د نيټې په اړوند د ايرانى چارواکو سره خبرى روانې دى .ټاکل شې وه په دغه ناسته کې د اقتصادى فرهنګى اړيکو دپراختيا او ودې او يو شمير نورودرى اړخيزو اړ يکو په هکله خبرى تر سره شوې واى . ",د ٣ مشرانو درى اړخيزه ناسته په تهران کې و نه شوه 644,حقمل," په ترکمنستان کې د نيازوف دولت د خپل ولس د سوکالى په اړوند د وړيا ګاز،بريښنا ،اوبو او مالګې کچه د تير کال په پرتله ډيره کړې ده اوپه ٢٠٠٦کال کې به ٤ ميليارده متر مکعبه ګاز او ٢ اعشاريه ٣ ميليارده کيلو واټه بريښنا پر وړيا توګه پر خلکو وويشى .د عشق اباد دولت سږ کال پر خپل ولس د وړيااوبو او مالګې ويش هم پيل کړى دى او وايې چې د ولس د سوکالۍ دا ډول پروګرام به تر ٢٠٢٠ کال پورې دوام ومومى . ترکمنستان د طبيعى ګاز شتمنې زيرمې لري .دولت ويلى چې هر کال به دا کچه لوړيږى . ",د ترکمنستان د خلکو د سوکالۍلارې چارې 645,حقمل," په بيت المقدس کې د هداسا روغتون وياند د يکشنبې په ورځ وويل چې د اسرائيلو لومړى وزير اريل شارون له تراوسه په هوش نه دى راغلى . د شارون وضعيت کړکيچن بلل شوى او تراوسه بيسده دى .شارون ١١ ورځې وړاندې د يو ې مغزې سکتې له مخې تراوسه په روغتون کې بيسده پروت دى او ډاکتران غواړى چې د ورميږه په شا کې د يو غار له مخې ورته د تنفس يو نل ليکه تيره کړى. ",اريل شارون لا بيسده دى . 646,حقمل," د افغانستان د جنوبى سالنګ د کول باقى په سيمه کې ٢٠ کيلومتره لار د واورې د ښوئيدو له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوى او څه نا څه د ١٢ موټرو سورلۍ په دغه سيمه کې بند پاتې دى . د ژغورنې عمليات په بيړه سره روان دى او تر اوسه د ٣٠٣ موټر سپرلى ژغورل شوى دى . د مرګ او ژوبلې په اړوند تراوسه څه نه دى ويل شوى او ددغې لارې د ساتنې او څارنې يو چارواکې په ټلفون کې بينوا ته وويل وچې د تيرې شپې په ترڅ کې د سختو اورښتونو له کبله په جنوبى سالنګ کې ٢١ ځلې واورې کوچ کړى دى . دغه چارواکې د واورى د پاوکونې د پوره وسايلو د کموالى او نشتوالى له کبله شکايت درلود او وايى چې دولت ددوى په واک کې د پام وړ وسايل نه دى ورکړى او دوى په دې برخه کې له ستونزو سره مخامخ دى . همدا شان د وروستيو اوروښتونو له کبله د سمنګانو د دره صوف لاره او د باميانو د حاجى ګک لاره او په بدخشان کې د يو شمير ولسواليو ترمينځ لارې د ترافيکو پر مخ تړل شوى دى. ",١٢ موټر د واورې په کوچ کې بند پاتې دى . 647,," د کويټ د پخوانى امير شيخ جابر الا حمد الجابر الصباح له مړينې وروسته د الصبا کورنې د کويټ نوى امير شيخ سعد العبد الله السالم الصباح وټاکه . د الصبا کورنۍ ٢٥٠ کاله د کويټ کوچنى خو د نفتو ډير شتمن هېواد اداره کوى . ددغه کورنۍ دا څورلسم امير دى چې د کويټ واګې په لاس کې اخلى .نوى امير په کال ١٩٣٠ کې زيږدلى او د ١٩٤٩ او ١٩٥٤ کلونو پر مهال يې په امريکا کې پوځى زده کړه کړى ده او له اميرتوب وړاندې د کويټ وليعهد او ددفاع وزير وو. ",د کويټ نوى امير وټاکل شو 648,حقمل," دهغه اورلګيدنې له امله چې نن د روسيې په ختيځه سيمه د ولادى واستوک ښار په يوه ٩ پوړيزه ودانۍ کې رامينځ ته شو ٨ تنه مړه شوى او ١٥ تنه نور ټپيان شى دى ،په دغه ودانۍ کې بانک او يو شمير دوفترونه وو . د ارلګيدنې لا مل لا تر اوسه نه دى روښانه شوى . پوليس وايى پلټنې يې په دې برخه کې پيل کړى دى . ",په روسيه کې د اورلګيدنې له امله ٨ تنه مړه شوى دى . 649,حقمل," د هلمند امنيتى چاراکو د ګرشک په ولسوالى کې د يو قومى مشرد وژلو په اړوند خپلې پلټنې پيل کړى دى . قومى مشر حاجى ميرزاخان بارکزى د يو شمير ناپيږانده وسله والو کسانو له خوا د خپل کور و مخې ته په ډزو کې ووژل شو . پوليسو ويلى دغه سړى له چا سره د شمنى نه درلوده او نه يې په دولت کې دنده درلوده .بريد کونکى د پېښې له ځاى څخه تښتيدلى دى . ",يو قومى مشر په هلمند کې وژل شوى دى . 650,حقمل," د افغانستان د کانو او صنايعو د وزير تر مشر لاندې يو اوه کسيز پلاوى د پاکستان پلازمينې اسلام اباد ته رسيدلى تر څو ددغه هيواد له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان له خاورې څخه پاکستان ته د ترکمنستان له هېواد څخه د ګازو د نل ليکى د غزيدو پر پروژه خبرې اترې وکړى . ددغې پروژې د بشپړيدو لګښت ٣ اعشاريه ٦ ميليارده ډالر اټکل شوى دى . په دغه دوه ورځنى سفر کې به افغانى پلاوى له پرويز مشرف او شوکت عزيز سره هم وګورى .د افغانستان د کانو او صنايعو وزير وايى د دريو هېوادونو د ګډ کارى پلاوى غونډه به د فبرورى په مياشت کې د ترکمنستان په پلازمينه عشق اباد کې جوړه شى . دپلاوى په اتمه غونډه کې په افغانستان کې د امنيت او د ګازود ظرفيت په برخه کې يو څه ستونزمن ټکې پاتې وو چې دوزير پر خبره دا ټکى اوس حل شوى دى او هغه انديښنې چې د امنيت په هلکه موجودې وې لرى شوى دى .دغه نل ليکه ١٦٨٠ کيلومټره اوږدوالى لرى چې پر يو کال کې به څه ناڅه ٣٠ ميليارد متر مکعب ګاز افغانستان ، پاکستان اوان هند ته ددغې نل ليکې په ذريعه وليږدول شى .د وزير په وينا د پروژې په بشپړيدو سره د کال له ٣٠٠ څخه تر ٤٠٠ ميليونو ډالرو ګټه افغانستان ته ورسيږي . ",د ګازوپر نل ليکه دافغانستان او پاکستان خبرې 651,حقمل," د حج او اوقافو مرستيال چې دم ګړۍ په عربستان کې دى د ټلفون پر ليکه بينواته وويل چې تراوسه ټول ټال ٣١ تنه افغان حاجيان په حق رسيدلى دى چې د هغو له جملې څخه ١٨ تنه په خپل طبيعى مرګ ،٢ تنه په يوه ترافيکى پېښه کې او ١١ تنه نور افغان حاجيان د منا په پېښه کې په حق رسيدلى دى . د منا په غمجنه پېښه کې هغه مهال چې حاجيانو په شيطان باندې د ډبرو د وارولو مراسم ترسره کول د نړۍ د يو شمير هېوادنو ٣٦٨ حاجيان مړه او ٢٨٩ تنه ټپيان شول .ـ سږ کال ٢٥٠٠٠ افغانان د حج د فريضې د اداکولو په موخه سعودى عربستان ته تللى دى. ", ٣١ تنه افغان حاجيان په عربستان کې په حق رسيدلى . 652,حقمل," د ملى ارمان ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې تر دې عنوان لاندې ( ډاکتر سپنتا د بايد د افغانستان له ملت څخه بخښنه وغواړى ) يو مطلب خپور کړى دى . په دغه مطلب کې يو شمير فرهنګيانواو روڼ اندو په نړيوالو چارو کې د ولسمشر حامد کرى سلاکار ډاکتر رنګين سپنتا هغه خبرې چې د لوى اختر په دريمه يې په شهداى صالحين کې د مير غلام محمد غبار د قبر پر مهال کړې ،غير مسولانه بللى دى . ويل شوى چې سپنتا د خپلو خبرو په ترځ کې احمد شاه مسعود د ډبرو پلورنکۍ ياد کړى دى .دوى دا ډول څرګندنې مسعود ته سپکه بللى او وايى چې ډاکتر سپنتا د په دې اړوند توضيح ورکړى او يا د افغانستان له ملت څخه بخښنه وغواړى . د ارمان ورځپاڼې دغه خپور شوى مطلب ډير ګونګ دى او نه په کې د فرهنګيانو او روڼ انډو د نومونو څه راغلى چې دغه روڼ اندى څوک دى ؟ ",ډاکتر سپنتا د بخښنه وغواړى . 653,حقمل," د چيلى د ولسمشرى په ټاکنوکې ميرمن ميشل باشله چې ډاکتره ده، د خپل شتمن سيال په وړاندې د ٥٣ اعشاري ٢٢ فيصده رايو په گټلو سره د جيلى د ولسمشرى څوکى ترلاسه کړه .د ا لومړۍ ځل ده چې په جنوبى امريکا کې يو ميرمن د ولس د مستقيمو رايو په پايله کې دولسمشرى مقام ته رسيږى . دغه ٥٤ کلنه ميرمن د يو پخوانى وژل شوى جنرال لورده چې دطب په برخه کې يې لوړې زده کړې په استرليا کې کړى دى . خپل هيواد له ستنيدو سره ميرمن ميشل د روغتيا وزيره او وروسته ددفاع وزيره وه .دغه ميرمن د سوسيا ليستانو نومانده وه . دې ژمنه کړې چې د اقتصادى سياست پرمخ بيولو سره به يوه عادلانه ټولنه رامنيځ ته کړى. له کال ١٩٩٠ څخه را په ديخوا دا څلورم ځل دى چې د چيلى د ولسمشرى له پاره ټاکنې ترسره کيږى . د دغې ميرمنې په وړاندې يو شتمن سوداګر سباستيا پينه را سيالى کوله چې په وروستيو ټاکنو کې يې ماتې وخوړله . ",د چيلى ولسمشره يوه ٥٤ کلنه ميرمن شوه 654,,"   نن له غرمې وروسته دکندهار په ښار کې په یوې چاودنې کې دملي اردو څلور سرتیري وژل شوي او نور پنځه سرتیري ټپیان شوي. دغه راز ویل کیږي چې له عامو وگړو دوه تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپیان شویدي. ددې خبر پخلی دملي اردو یوه چارواکي وکړ. ",په کندهار کې دملي اردو څلور سرتیري ووژل شو. 655,حقمل," د قندهار ښار په مرکز د عيدګاه پر واټ شنو ګومبزو ته مخامخ د ٣ بجوو په شاو خوا کې نن درنده چاودنه شوې چې مرګ او ژوبله له ځان سره لري . سيمه د امنيتى ځواکونو له خوا کلابند شوې ده . دولتى چارواکو لا تراوسه په دې هکله څه نه دى ويلى . عينى شاهدانو بينوا ته وويل چاودنه هغه خت وشوه چې يو ځوان دملى اردو د ځواکونو قطار ته چې پر لاره د تيريدو په حال کې وو، ځان ور نيږدى کړ . دسيمې يو شاهد محمد رحيم بينوا ته وويل چې په دغه چاودنه کې يې يو شمير ملکى وګړى او د ملى اردو ٨تنه سرتيرى تر سترګو شوى چې مړه او ټپيان شوى وو . وروستى رپوټونه وايې چې په دغه چاودنه کې ٢١ ملکى او پوځىکسان مړه او ژوبل شوى دى. ", د قندهار ښار په زړه کې نن هم درنده چاودنه وشوه . 656,,"   نن سهار وختي ولسمشر حامد کرزي خبریالانو ته وویل چې که نړیوال له افغانستانه پښې سپکې کړي نو امنیت دې بیا په خپلو هیوادونو دتروریستانو په وړاندې ونیسي او که نړیوال لاړ شي افغانستان به بیا دتروریستانو ځاله وگرځي. ولسمشر پدغې خبري غونډې کې وویل چې دولت یې پوره او کره معلومات لري چې دهیواد په سهیل کې په وروستیو ناخوالو کې څوک لاس لري او کوم ځانگړي لور ته یې گوته ونه نیوله. ",ولسمشر په خبري ناسته کې پر امنیتي اوضاع وغږید. 657,,"   دولسمشر مطبوعاتي دفتر له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر کرزي دایران ولسمشر محمود احمدي نژاد سره په ټلیفوني خبرو کې ورته یې سلامونه ویلي او دخپل سفر له ځنډولو یې خبر کړی. ولسمشر دداسفر ځنډونه دهوا خرابوالی او لندن غونډې ته بوختیا لامل ښوولی.  ",ولسمشر ایران ته خپل سفر وځنډاوه. 658,,"   نن دائتلافي او امنیت لپاره دمرستندویه ځواک یا ایساف ویانویانو په گډ خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې نوي تجهیزات یا اسانتیاوې يې دامنیت دلا خوندي کولو پرموخه ترلاسه کړي خو دا یې په ډاگه نه کړه چې څه ډول اسانتیاوې دي. دائتلافي ځواکونو ویاند جیمس یانتس وویل چې دغه ځواکونه به ددغو اسانتیاو پواسطه امنیت لا ښه خوندي کړي او ځواکونو یې پوره روزنه پدې اړه ترلاسه کړې. ناتو چې غواړي دائتلافي ځواکونو ځای له تروریزم سره په جگړه کې ونیسي هم دورتو اسانتیاو خبره کوي. دهیواد په سهیل کې وروستیو امنیتي ناخوالو او پردغو بهرنیو ځواکونو دحملو ډېروالي دغه ځواکونه له خطر سره مخ کړي.   ",دائتلاف او ایساف ځواکونو نوې اسانتیاوې ترلاسه کړي. 659,حقمل," افغان ولسمشر حامد کرزى نن يوې لنډې خبرې ناستې ته ويل : ترهګرى او ځانمرګى بريدونه دافغانستان د پرمختګ او ترقۍ خنډ نه شي کيداى مګر زموږ د انديښنې وړ دي او يو شمير انديښنې يې راپارولى دى، ځکه خلک بيره وى او بې امنيتى رامنيځ ته کوى او د خلکو د ژوند لارې چارې ګډوډوى .ده وويل هر څوک چې دا ډول عمل کوى ترهګر دى .اوتر ډيره بريده دا دبهرنيانو کار دى . کرزى وويل يو شمير کسان د افغانانو او طالبانو له نامه څخه استفاده کوي . ده دا هم ومنله چې ممکن ځيني طالبان هم وى چې دا کار وکړى .کرزي باور څرګند کړچې ملا عبد الصمد خاکسار طالبانو نه دى وژلى . کرزى ايران ته د نه تګ لاملونه د هوا خرابولى ، يو شمير تخنيکى مسايل او د لندن د کنفرانس نيږدى جوړيدل وبلل . په دې اړوند حامد کرزى نن د ټليفون پر ليکه د ايران له ولسمشر احمدى نژاد سره خبرې اود زړه خواله کړى دى .کرزى پر داسى مهال خبرى کولى چې په کندهار کې نن هم يوه درنده چاودنه و شوه . په دې وروستيوکې ترهګرى بريدونو زور اخيستى دى او درنده مرګ او ژوبله له ځان سره لرى .به دغه بريدونو کې تر ډيره ملکى وګړوخپل ژند له لاسه ورکړى دى . ",کرزى : ترهګري زموږ دانديښنې وړه ده . 660,,"   دهرات په ولایت دښځو په چارو کې چارواکو ویلي په نیږدو کې په پام کې لري دښځو لپاره یو داسې ښارگوټی جوړ کړي چې پکې پنځه زره ښځې دکورنو لرونکي شي. دا پروژه دښځو په چارو کې وزارت منلې. ",په هرات دښځو لپاره ښارگوټی جوړيږي. 661,,"   نن دعراق دپلازمینې بغداد شمال ته دالطارمیه په سیمه کې دامریکایي ځواکونو شینوک ډوله چورلکه پریوتلې. امریکایي ځواکونو دخبر پخلی کړی خو داړولي زیان په اړه یې څه ندي ویلي. دغه راز په عراق کې دصلاح الدین الایوبي په نوم یوې ډلې دچورلکې دویشتو مسولیت په غاړه اخیستی او دچورلکې دویشتو تصویر په ویب پاڼه کې خپور کړی. دا په لسو ورځو کې دریمه امریکایي چورلکه ده چې په عراق کې ویشتل شوې. ",دبغداد په شمال کې امریکایي چورلکه پریوتې. 662,,"  کابل د بېنوا خبريال  دتاجكستان وتلي ،ښكلي اوزړه راښكونكي سندرغاړي منيژه دولت وا تيره ورځ كابل ته رارسيدلي اوكابليانوته په يوه كنسرټ كي ښايي را څرګنده شي  پخوا داسي اوازه وه چي منيژه به دلوي اختر په ورځوكي كابل ته له څونورو سندر غاړو سره راشي خوپه كابل كي دتاجكستان سفارت دنوموړي نه راتګ دمنيژي ناروغي ښوولي وه  له كابله په خپروشويوورځپاڼوكي دمنيژي نه راتګ داهم ښودل شوي چي ورته دوژني ګواښونه شوي ،يوي ورځپاڼي خوآن ليكلي و،چي داسلامي ګوند امير ګلبدين حكمتيار دغي سندرغاړي ته دمرګ ګواښ كړي و،خوهرڅه چي و،دادي منيژه اوس كابل ته راغلي اوغواړي چي دكابل اوسيدونكوته په زړه پوري كنسرتونه ترسره كړي  منيژه تكړه تاجكه سندرغاړي ده اوښكلي څيري يي دزياتوځوانانوپاملرنه ځان ته جلب كړي ده ",دتاجكستان وتلې اوښكلې سندرغاړې كابل ته راغلې 663,ډاكتر بدين خيل _كابل," زموږ انجام به څه وي ؟؟  ډاكتر بدين خيل _كابل  دڅه مودي راهيسي داسي اوازي خپري شوي چي داريانا افغان هوايي شركت دمافيا په يوه لويه ځاله اوښتي اوداريانا الوتكونه دمسافرودوړلوترڅنګ دنشي توكيو دقاچاق دوسيلي په توګه هم كاراخيستل كيږي ،چي په دي اړوند دڅووروستيومياشتوپه بهير كي زيات شمير قاچاق وړونكي دكابل په نړيوال هوايي ډګر كي دپوليسواوامنيتي موظفينوله خوا لاس په لاس نيول شوي اودقانون منګولوته سپارل شوي دي ،خوويل كيږي چي دهيواددقضايي مراجعوله لوري درشوت اوبډوپه اخيستلوسره بيرته خوشي شوي دي  دترانسپورټ وزير عنايت الله قاسمي په دي هكله وايي چي داريانا هوايي شركت په دي برخه كي له زياتوستونزو سره لاس اوګريوان دي اودوي نشي كولي چي په بشپړه توګه دقاچاق مخه ونيسي ،هغه وايي سره له دي چي موږ په دي اړه دامنيتي ځواكونوپه مرسته يوزيات شمير افغانان اوبهرنيان دنشي توكيودقاچاق په تورنيولي اودقانون منګولوته موسپارلي دي ،خوبيا هم داريانا هوايي شركت له لاري دنشي توكيوقاچاق اوليږدونه له يوه مخي نه ده بنده شوي اوددي لړۍ نښي لاترسترګوكيږي  دكابل دنړيوال هوايي ډګر دسرحدي پوليسوقوماندان ښآغلي عمرزي زياتوي چي هغوي يوپه بل پسي يوشمير هغه قاچاق وړونكي نيولي چي غوښتل يي داريانا هوايي شركت دالوتكوله لاري بهر ته نشي توكي وليږدوي ،هغه زياتوي چي دڅومياشتوپه ترڅ كي يي زيات شمير قاچاق وړونكي نيولي دي ،چي وروسته دمحاكموله لوري خوشي شوي اونوموړي قوماندان ته يي دمرګ ګواښونه هم كړي دي  ويل كيږي چي دكورنيوچارودپخواني وزير ښاغلي علي احمد جلالي داستعفا لوي لامل هم همدادنشي توكيواومافيا په وړاندي دهغه سخت دريځ و،چي له دندي نه ګوښه شو ښاغلي علي احمد جلالي ويلي و،چي ددولت لوړپوړي چارواكي دنشي توكيوپه قاچاق كي ونډه لري ،هغه غوښتل چي دا كسان افشاكړي اودقانون منګولوته يي وسپاري خودهغه ددغه وړانديز سره ددولت نورولوړپوړيوچارواكوسر ونه ښوراوه اوپه پايله كي ښاغلي جلالي هم ونشوكړاي ترڅوددغوكسانونومونه افشاه كړي هماغه و،چي ددندي پريښودل يي غوره وګڼل اوله دندي نه يي دولسمشر كرزي په موافقه استعفاوكړه ", اريانا افغان هوايي شركت كه دمافيا ځاله 664,," احسان نن د کندهار ښار عيدګادروازې ته څېرمه د شنو ګنبدو پر سړک د ملي پوځ پر يوه موټر ځانمرګی بريدوشو، او ماځيګر تر پنځو بجو وروسته د سپين بولدک په ولسوالي کي بل ځانمرګي بريد زياته مرګ ژوبله رامنځته کړه . د کندهاروالي اسدالله خالدخبريالانو ته وويل د ښار په چاودنه کي دملي پوځ يو فوځي  وژل شوی او لس تنه ژوبل شوی دي ، خو عيني شاهدان وايي چي څلور تنه فوځي سرتيري ووژل شوه او ترلسو زيات کسان ژوبل شوه . همدا ډول د کندهار والي اسدالله خالد وويل چي د سپين بولدک پېښه د يوه موټرسايکل چلوونکي له خوا هغه وخت رامنځته شوه کله چي د عامه وګړو د ګڼي ګوڼي خواته راروان و او په ځان يې وچاوده . دعيني شاهدانو په وينا د بولدک په پېښه کي تر شلو زيات عامه وګړي ووژل شوه او په لسګونو نور ژوبل شوه ، چي سمدستي په بولدک ، چمن او ځيني نور يې د پېښي د ځای څخه د کويټي روغتونونو ته ولېږدول شوه .  ترتياره ماخستن پوري د چاودنو دواړي سيمي ( کندهار ښار او بولدک ) د پوليسو له په ولکه کي وه ، د کندهاروالي اسدالله خالد د پېښي پړه پرپاکستان واچوله  او ويې ويل چي ددغه شان بريدونو او چاودنو ترشا د پاکستان لاس دی . ويل کيږي چي دا لمړی ځل دی د کندهار والي اسدالله خالد د داسي چاودنو وروسته سمدستي پاکستان تورن کړ . د پېښي پړه تر دې دمه چا پرغاړه نه ده اخستې ، اوپوليسو هم د چا د نيولو خبره نه ده کړې . دملي پوځ موټر روان و ، ځان وژونکي ځان د موټر څنګته راورساوه او چاودنه رامنځته شوه ،عيني شاهدان د ځانوژونکي په ګډون د څلورو تنو د وژل کېدو او ترلسو زياتو کسانو د ژوبلېدو خبره کوي . هغه دکان چي دشنوګنبدو تر چاودني وروسته يې هرڅه ګډوډ او دکاندار ژوبل شو د بولدک په ځانمرګي بريد کي د ژوبل کسانو شمېره دقيقه څرګنده نه ده ، عيني شاهدان وايي د پېښي په ځای کي ترپنځوسو زيات ځوانان او زاړه راټول شوي وه او په لوبه بوخت وه . يو له هغو زخميانو چي د کويټي تر روغتونه رسېدلي دي   ",نن په کندهار کي دوې بېلابېلي درنې چاودني وشوې 665,حقمل," د ملګر ملتونو سرمنشى کوفى عنان دکندهار د چاودنو کلکه غندنه کړى او داډول بريدونه يې په افغانستان کې د سولى ، پرمختګ او ارامى د پروسې په وړاندى نه منونکى بريدونه بللى او په ټولو اړخونو يې غږ کړى دى چې د ملي پخلاينې په روحيې سره دې کار وکړي . د کندهار د ښار او د سپين بولدک په پرونيو درندو او خونړيو چاودنو کې لږ تر لږه ٢٤ تنه مړه او٣٤ تنه ټپيان شوى دى . دقندهار ښار د چاودنې پړه طالب اورپکو په غاړه اخيستې ده .د سپين بولدک په ولسوالى کې چاودنه پر داسې مهال پرون د ٥:٣٠ په وخت رامينځ ته شوه چې گڼ شمير خلک د غيږنيونى په ميله ځاى کې راټول شوى وو .د کندهار والى ويلى په دغه چاودنه کې ٢٠ تنه مړه او ٢٠ تنه ټپيان شوى دى .ددغو دواړو چاودنو د مرګ او ژوبلې په هکله متفاوت رپوټونه او څرګندونې کيږى .وروستى چاودنو د خلکو په مينځ کې يو لړ انديښنې راپارولى او له دولت څخه غوښتنه کوى چې د مخنيوى په هکله يې بايد اړين اقدامات پورته کړى .کندهار هغه ولايت دى چې په دې وروستيو کې په کې سختې پر له پسې چاودنې شوى دى. دکندهار والى وايى چې دا دبهرنيانو کار دى او افغانستان د پاکستان سره ٦٠٠ کيلومټره اوږده پوله لري .له بلې خوا د طالب اورپکو يو وياند پژواک خبري اژانس ته ويلي چې طالبان د سپين بولدک په چاودنه کې لاس نه لري . ده ويلي چي طالب اورپکې په بهرنيو ميشتو ځواکونو بريدونه کوي. ",کوفى عنان د کندهار د چاودنو غندنه کړې . 666,حقمل," د سعودى عربستان امنيتى چارواکو ددوشنبې په ورځ د رياض په ښار کې پنځه تنه شکمن ترهګر له يو اندازه چاوديدونکو توکو سره نيولى .چارواکو په رياض کې ويلى چې د نيول شويو کسانو څخه ٤ تنه د عربستان او سيدونکى او يو تن بهرنى دى . دغه شکمن ترهګر د تلاشى پر مهال د رياض په ښار کې نيول شوى دى . ",په رياض کې ٥ تنه شکمن ترهګر نيول شوى . 667,حقمل," د بلخ والى عطا محمد نور ددغه ولايت يو شمير دولتي چارواکي په دې تور له خپلو دولتى دندو ګوښه کړى دى چې د ٤٨ تنوپر غير قانونى خوشې کيدو کې يې لاس درلود او له هغوى څخه يې بډې اخيستي دى،ده د دغو کسانو نومونه او دنده و نه ښودله خو زياته يې کړه چي د اکسان يې د پلټنې او تحقيق له پار ه څارنوالۍ ته ورپيږندلي . د بلخ والى وايى چې ٤٨ خوشي شوي کسانو د نيشه يى توکو په قاچاق او د کوکنارو په کر کې لاس درلود .ويل کيږى په گوښه شويو کسانو کې د چمتال او دولت اباد ولسوالان او امنيه قوماندانان شامل دي . ",يوشميردولتي چارواکي په بلخ کې له دندوګوښه شول 668,حقمل," د فراه ولايت د بند ي خانې په ودانۍ کې چې په ١٠ کوچنيو تيارو خونو کې لږ تر لږه ٢١٠ بنديان ځاى پرځاى شوى د دغه ولايت د امنيتى او دولتى چارواکو له ناسم چلند څخه سرټکوى او وايې چې کله نا کله وهل او ډبول خوري . دوى د اوسيدو د ناسم ځاى او سړوپه هکله هم شکايت کوى او ګواښ يې کړى کې چيرې ستونزو ته يې پاملرنه و نه شى د ډوډى د نه خوړلو په اعتصاب به لاس پورى کړى . د فراه دولتى چارواکو د بنديانو د ځاى د تنګوالى ستونزه منى او وايى چې يو شمير بنديان به د هرات ولايت ته وليږدوى . ",په فراه کې بنديان له ناسم چلند څخه سرټکوى . 669,حقمل," ٦٧ کلنې اقتصاد پوهې ميرمن الن جانسون سيرليف د دوشنبې په ورځ د زرګونو لايبيريانو او لسګونو بهرنيانو په وړاندى د دغه افريقايى جګړه ځپلى هېواد د ولسمشرى لوړه تر سره کړه . دا لومړنۍ ميرمن ده چې په افريقا کې د ولسمشرى واګى تر لاسه کوى . د جورج بوش ميرمن لورا بوش او د امريکا د بهرنيو چارو وزيره کاندو ليزا هم ددغې ميرمنى د لوړې په مراسمو کې برخه اخيستې وه . دغه هيواد ډيرو کودتاوو او يو شمير جګړو سخت ځپلى او ددغې ميرمنې مخې ته له دې کبله يو دروند پيټۍ پروت دى . ",يوه ميرمن د لايبيريا مشره شوه . 670,حميدوردګ," دا هغه ليکنه ده چې د حقوق زن د مجلې مسوول چلوونکى علي محقق نسب يې تر بنده ورساوه چې وروسته محقق نسب بحښنه وغوښته او له بند نه ازاد کړى شو . ارتداد در اسلام علي محقق نسب مسأله‌ی ارتداد، از مسايل مهمی است که در علوم مختلف مانند تفسير، کلام و تاريخ مورد گفت و گو قرار گرفته و کرانه‌های متفاوتی يافته و ابعاد خطرناکی پيدا کرده است. اين مسأله از جانب فقيهان شيعه با توسل به روايات نقل شده از امامان، تحت عناوين فقهی مطرح شده و در اکثر کتب فقهی مذکر گشته است. ارتداد به عنوان يک حربه‌ی سياسی‌_مذهبی و وسيله‌ی سرکوب و خشونت در اختيار حاکمان ستم پيشه قرار گرفته از يک سو مانع ترقی و تکامل علمی جامعه گرديده و از سوی ديگر نخبگانی را از جامعه‌ی مسلمان گرفته است. مسأله‌ی ارتداد، در طول تاريخ اسلام به عنوان شمشير برنده در اختيار قدرت‌های استبدادی بوده که بر عليه دانشمندان، اصلاح طلبان و منتقدان نظام حاکم به کار رفته و نابهنجاری‌های اجتماعی، سياسی، مذهبی و فجايع داخلی را به وجود آورده است. درباره ی ارتداد وآثار و پيامد‌های آن، سوال‌های جدی و اساسی مطرح است که تاکنون به صورت صحيح و منطقی پاسخ نگرفته است. برخی از آن سوال‌های عبارتند از: - ارتداد چيست؟ آيا ارتداد جنبه‌ی فکری واعتقادی دارد يا جنبه‌ی سياسی واجتماعی؟ - عنوان ارتداد با آيات قرآن مقدس، نظير«لا اکراه فی‌الدين»، «لکم دينکم ولی دين» و «من شأن فلیؤمن و من شأ فليکفر» و «انا هديناه النجدين اما شاکراً و اما کفوراً» چگونه سازگار است؟ - احکام ارتداد، با تکليف مالايطاق همسويی دارد و قابل جمع است؟ - احکام ارتداد با مسلمات اصول ومبانی دينی اسلام سازگار است؟ - احکام ارتداد با يافته‌های عقلی نظير آزادی فکر، آزادی بيان چه نسبتی دارد؟ - آيا احکام ارتداد و آثار آن با قواعد حقوقی و اسناد الزام‌آور بين‌المللی و حقوق بشر سازگار است؟ - آيا در زمان حيات رسول خدا، مجازات ارتداد به معنای مصطلح فقهی آن «ارتداد فکری و عقيدتی» اجرا شده و رسول گرامی اسلام، کسی را به جرم ارتداد عقيدتی مجازات کرده است؟ - احکام ارتداد با مواد قوانين اساسی کشورهای اسلامی که آزادی بيان و آزادی عقيده را شعار می‌دهند سازگاری دارد؟ - آيا دستگاه قضايی و يا عالمان مذهبی حق دارند که شخصی را به جرم ارتداد تحت تعقيب قرار دهند؟ - آيا ارتداد، اصولاً جرم است؟ آيا عناصر جرم، در عنوان ارتداد موجود است؟ و ...؟ از آن جا که عنوان ارتداد، در تاريخ اسلام همچون حربه‌ای در اختيار سلاطين، زور مداران و تزويرگران بوده و مورد سؤ استفاده قرار گرفته وباعث سرکوب متفکران و حقيقت جويان گشته است، جامعه‌ی جوان و تحصيل کرده‌ی ما، نياز شديد به شناخت اين حربه‌ی کهنه و فرسوده دارد تا ديگر بار در قرن بيست و يکم گرفتار آن نگردد و سود جويان مذهبی و سياسی نتوانند از اين وسيله‌ی خشونت و سرکوب استفاده نمايند. مطالعه و تحقيق در ابعاد وجودی و آثار فقهی و تبعات سياسی ارتداد و مستندات دينی آن می‌تواند مفيد و کارساز باشد و جامعه را با خصوصيات آن آشناگرداند و در نهايت راه سؤ استفاده از اين عنوان فقهی را مسدود نمايد. مقاله‌ی حاضر می‌کوشد که «ارتداد» يا «مرتدشدن» و يا «بی‌دين شدن» را معرفی نموده تا جايی که مجله‌ی حقوق زن گنجايش دارد و فرصت تحقيق و بررسی مسير می‌شود، ناگفته‌هايش را بازگويد و ناصواب گفته‌هايش را بنماياند و سؤ استفاده‌ها و سؤ فتواها و سؤ عنوان‌هايش را برملاکند. باشد که جامعه‌ی در حال رشد و تعالی ما، با اسلام آزادی بخش، مترقی، پيشرو، انسان‌ساز، انسان دوست، صلح طلب، تمدن پذير و منطق گرا، آشنا شوند و بدانند که اسلام واقعی غير از اسلام واعظ و مجاهد است! دريابند و لمس کنند که روضه‌خوان‌های زنانه و تفنگ‌سالاران بی‌سواد، دين را مطابق با افکار محلی و منافع شخصی خود تفسير می‌کنند و مردم عوام از سرناچاری و ناآگاهی در پی روضه‌خوان‌ها و واعظ‌ها و ملا‌های متحجر روانند و اسلامی را می‌آموزند که از قعر چاه جهل و بی‌خردی بدر آمده و از عقب مانده ترين و ارتجاعی ترين انديشه‌ها تغذيه می‌کند و در نهايت دست آوردی جز ارتجاع، فقر، بی‌سوادی، تبعيض و فساد ندارد. در تاريخ اسلامی، عنوان ارتداد، مورد سؤ استفاده قرار گرفته و عالمان و فرزانگان بی‌شماری از سوی برخی عالم نماها به ارتداد متهم شده‌اند. حتا برخی از فرق اسلامی يکديگر را مرتد شمرده‌اند. پيروان يک مکتب نيز گاهی يکديگر را به ارتداد متهم کرده‌اند نمونه‌ای از اين تکفير‌ها را می‌توانيد در کتاب طهارت، مبحث نجاست کفار و سنيان ناصبی بخوانيد که چگونه عالمان سودجوی شيعه، پيروان مکتب اهل سنت را به عنوان ناصبی، کافر و نجس دانسته‌اند و يا تکفيرهايی که توسط جمعی از عالمان کوته نظر اهل سنت نسبت به جامعه‌ی شيعه صورت گرفته است. اينک جملاتی از دونفر از فقيهان اهل سنت در مورد تکفير پيروان مکتب تشيع را مطالعه نموده قضاوت کنيد: «قال فی جواب من سأله عن السبب فی وجوب مقاتلة الشيعة و جواز قتلهم: اعلم اسعدک‌الله ان هؤلاء الکفرة و البغاة الفجرة جمعوا بين اصناف الکفر والبغی و العناد و انواع الفسق والزندقة و الالحاد و من توقف فی کفرهم و الحادهم و وجوب قتالهم و جواز قتلهم فهو کافر مثلهم. و سبب وجوب قتالهم و جواز قتلهم البغی والکفر معاً، اما البغی فانهم خرجوا عن طاعة الامام خلد‌الله ملکه الی يوم القيامة و قد قال الله تعالی: «فقاتلوا التی تبغی حتی تفیء الی امرالله» و الامر للوجوب فينبغی للمسلمين اذا دعاهم الامام الی قتال هؤلاء الباغين الملعونين علی لسان سيد المرسلين ان لايتأخروا عنه بل يجب عليهم ان يعينوه و يقاتلوهم معه، فيجب قتل هؤلاء الاشرار الکفار تابوا اولم يتوبوا ثم حکم باسترقاق نسائهم و ذراريهم.»۱اين عالمان اهل سنت می‌گويند: اين شيعيان کافر و متمرد فاسق در خود جمع کرده‌اند انواع کفر و تمرد و کينه توزی و فسق و زندقه و الحاد را. کسی که در کفر شيعيان و الحاد شان و وجوب قتال با آنان و جواز قتلشان ترديد نمايد او نيز مانند شيعيان کافر است. علت وجوب قتال با آنان و جواز قتلشان، سرکشی و کفر باهم است. اما سرکشی و بغی به اين جهت که آنان از اطاعت امام خارج شده‌اند. خداوند فرمايد: «با آنان جنگ کنيد تا به امر خدا گردن بگذارند» و صيغه‌ی امر مذکور در آيت شريفه‌ برای وجوب است پس برای مسلمانان سزاوار است که هرگاه امام آنان را به جنگ شيعيان متمرد و لعن شده به زبان رسول خدا دعوت کند تأخير نکنند، بلکه بر آنان واجب است که امام و سلطان را ياری نمايند و به همراه امام با شيعيان بجنگند... پس واجب است قتل اين کفار شرور، فرقی ندارد که توبه بکنند يا نکنند سپس حکم به اسارت زنان وفرزندانشان می‌شود. ارتدادمسله‌ی ارتداد، در کتب فقهی، عمدتاً در کتاب‌های طهارت، حدود و زکات مورد گفت‌و‌گو قرار گرفته است. در بحث ارتداد، توجه به مطالب آتی راه گشا و هدايت گر است:مطلب اول: مبحث ارتداد از مباحث دشوار فقه است و هيچ يک از فقيهان شيعه و سنی بر آن اتفاق نظر ندارند. يعنی، مبحث ارتداد، هم در ميان فقيهان شيعه مورد اختلاف است و هم درميان فقيهان اهل سنت.مطلب دوم: اشکالات و شبهات گوناگون فقهی، کلامی و حقوقی بر آن وارد آمده است.مطلب سوم: عالمان و فقيهان مسلمان، در حين برشمردن فرق اسلامی، مرتدان را از فرق اسلامی به شمار آورده‌اند، مانند شهرستانی در «ملل ونحل» فرقه‌های مجسمه، مشبهه و خوارج را با آن که محکوم به ارتداد هستند، در شمار فرقه‌های اسلامی مذکور داشته‌ است. مطلب چهارم: ارتداد احکام متفاوتی دارد. در بعضی موارد توبه‌ی شخص مرتد پذيرفته می‌شود و در بعضی موارد توبه‌ی او پذيرفته نمی‌شود. نجاست بدن، محروميت از ارث، جدايی از همسر و مصادره‌ی اموال مرتد از ديگر احکام ارتداد است. اين احکام متفاوت از کجا آمده و از کدام دليل و برهان استفاده شده است؟مطلب پنجم: اصل اولی در باب ارتداد، برائت است، يعنی اصل حرمت ترتب آثار ارتداد، ‌می‌باشد و هيچ کس يا هيچ مقامی حق ندارد شخصی را متهم به ارتداد نموده آثار ارتداد را جاری نمايد. الا ماخرج بالدليل.اينک مبحث ارتداد را تحت عناوين زير طبقه بندی نموده مورد کند و کار قرار می‌دهيم: تعريف ارتداد: ارتداد از ديدگاه قرآن ارتداد از ديدگاه روايات ارتداد از ديدگاه فقيهان تقاضای قانونی شدن ارتداد تعريف ارتداد راغب اصفهانی درکتاب: «المفردات فی ا لفاظ القرآن» می‌گويد: «الارتداد و الرده الرجوع فی‌الطريق الذی جاء منه لکن الرده تختص بالکفر و الارتداد يستعمل فيه و فی غيره قال الله تعالی: «ان الذين ارتدوا علی ادبارهم» و قال: «يا ايهالذين آمنوا من يرتد منکم عن دينه» و هوالرجوع من الاسلام الی الکفر و کذلک، من يرتدد منکم عن دينه فيمت و هو کافر» راغب اصفهانی معتقد است که منظور از ارتداد و بازگشت به عقب، برگشت از اسلام به کفر است. احمد بن محمد المقری در «المصباح المنير» می‌گويد: «ارتدالشخص رد نفسه الی الکفر والاسم الرّدة» طريحی در مجمع البيان گفته است: «المرتد من ارتد عن الاسلام الی الکفر و هو نوعان فطری وملی.. و الردة بالکسروالتشديد اسم من الارتداد، و اصحاب الردة علی ما نقل کانوا علی صنفين: صنف ارتدوا عن الدين و کانو طائفتين احدهما اصحاب مسيلمة والاخری ارتدوا عن الاسلام و عادوا الی ماکانوا عليه فی‌الجاهلیة... و النصف الثانی لم يرتد واعن الايمان و لکن انکروا فرض الزکوة وزعموا ان «خذ من امالهم» خطاب خاص بزمانه(ص)» مرتد کسی است که از اسلام به کفر برگشته باشد. مرتد بر دو قسم است: مرتد فطری و مرتد ملی... و کلمه رِدَّه با کسر و تشديد اسم ارتداد است. اصحاب رده بر اساس آنچه که نقل شده بر دو قسم بوده‌اند: گروهی که از دين برگشته‌اند آنان دو طايفه‌بوده‌اند. طايفه‌ی اول اصحاب مسيلمه‌ی کذاب بودند و طايفه‌ی دوم کسانی بوده‌اند که از اسلام برگشته و به رفتار زمان جاهليت خود پيوسته‌اند. گروه دوم کسانی که از دين وايمان برنگشته بودند اما وجوب زکات را منکر شده بودند و اعتقاد داشتند که خطاب قرآن «خذ من اموالهم صدقة» اختصاص به زمان رسول خدا داشته است. ارتداد در قرآنآيت‌الله موسوی اردبيلی می‌گويت: «به نظرما «ارتداد در قرآن» با «ارتداد در روايات» متفاوت است. ارتداد در زمان پيامبر که آيات قرآن ناظر به آْن است، با ارتداد در زمان امام باقر و صادق و رضا(ع) که روايات ناظر به آن است، تفاوت دارد. ارتداد در صدر اسلام، ارتداد و بازگشت از دين بود، شخص مسلمانی پس از گرايش به اسلام، مشرک يا مسيحی يا يهودی می‌شد، در اين دوره ارتداد فکری مطرح نبود. ارتدادها معمولاً با انگيزه‌ی سياسی يا اقتصادی يا قومی همراه بود؛ مثلاً برخی از اشخاص در برابر وجوب زکات مقاومت کرده و برای آن که زکات نپردازند، از اسلام برمی‌گشتند (نظير برگشت از گروه يا حزب يا اتحاديه و ...) يا به خاطر خلافی که مرتکب شده بودند؛ بايد قصاص می‌شدند، برای آن که از حکم قصاص بگريزند، از دين خارج می‌‌شدند. يا رئيس قوم و قبيله‌ای به يکی از دو انگيزه‌ی فوق يا انگيزه‌ی ديگری از اسلام خارج می‌شد، همه‌ی افراد قبيله به تبعيت از او از اسلام روگردان می‌شدن. قبايل بنو حنفيه، بنو مدلج، و بنو اسد به خاطر خروج رئيس قبيله از دين، همگی از دايره‌ی اسلام خارج شدند.۲ ابو حمار رئيس بنو مدلج پس از آن که مسلمان شد، ادعای نبوت کرد و از اسلام خارج شد و افراد قبيله‌ به پيروی از او مرتد شدند. مسيلمه‌ی کذاب رئيس بنو حنفيه با ادعای نبوت از دين خارج شد و همه‌ی افراد قبيله به تبعيت از او مرتد شدند. بعضی از افراد هم برای فرار از جهاد مرتد می‌شدند. به عنوان نمونه پيامبر اکرم، عبدالله بن جحش را به فرماندهی گروهی برای سريه‌ای اعزام کرد، ولی به او دستور داد حکم مأموريت را در فلان نقطه مطالعه کن و به هر آن چه در آن نامه آمده عمل کن. عبدالله به مکان مورد نظر نامه را بازکرد، مأمورشده بود که به اطراف مکه برود، اما اطرافيان خود را برای رفتن مجبور نسازد، هرکه مايل بود با او برود و هرکه مايل نبود بازگردد. عبدالله اعلام کرد که هرکس آماده‌ی شهادت است همراه من حرکت کند. از هفت يا نه يا دوازده نفری که همراهش بودند، جز دو نفر به نام‌های سعد بن ابی وقاص و ربيعه که بازگشتند، بقيه او را همراهی نمودند.۳ وقتی آن دو بازگشتند، آيت مبارک سوره‌ی بقره نازل شد که در بخش آيات مذکور خواهد شد. در زمان ابوبکر نيز هفت طايفه زکات ندادند و مرتد شدند.يک طايفه هم در زمان عمر مرتد شدند. جريان از اين قرار بود که شخصی به نام «جبله» از اعيان و اشراف، لباس احرامی نفيسی خريداری کرد و به مسجدالحرام آمد. پس از طواف که در گوشه‌ای از مسجد نشسته بود، عربی بيابانی هنگام عبور از کنار او بی توجهی کرد و لباس او را آلوده و کثيف نمود. جبله، ناراحت شد و با چوب دستی که در دستش بود، چند ضربه به او زد. عرب بيابانی چيزی نگفت و رفت ولی پس از طواف با خليفه عمر بن خطاب رو به رو شد و به او شکايت کرد. خليف جبله را احضار کرد و ماجرا را جويا شد و او اقرار کرد که باچوب دستی‌اش چند ضربه به او وارد کرده است. مرد عرب خواستار قصاص شد و هرچه جبله از او خواست که از قصاص صرف نظر کند و در مقابل پولی از او دريافت کند، نپذيرفت. خليفه نيز حاضر نشد از قصاص صرف نظر کند مگر آن که مرد عرب رضات دهد و از اجرای قصاص چشم بپوشد. جبله که به سختی ناراحت بود از مرد عرب برای اجرای قصاص چند روز مهلت گرفت، از اين مهلت استفاده کرد و برای گريز از حکم قصاص، به شامات رفت و گفت: «من دينی را که درآن مرد عرب بيابان گردی جز به قصاص من راضی نمی‌شود، نمی‌خواهم» بدين وسيله از اسلام روگردان شد. نمونه‌ی ديگر، روزی پيامبر اکرم(ص) هنگام موعظه‌ی مردم، از منافقی نام برد. شخصی پشت سر پيامبر گفت: اگر سخن پيامبر صحيح باشد، من از خر پست‌ترم. مردی به نام عامر اين سخن را شنيد و به او گفت: سخن پيامبر درست است و تو واقعاً‌ از خر پست‌تری. عامر نزد پيامبر آمده ماجرا را تعريف کرد. پيامبر او را خواست و از او نيز ماجرا را سوال کرد ولی آن شخص گفته‌ی عامر را انکار کرد. پيامبر از آنان خواست بر سخن خويش سوگند ياد کنند. آن مرد به دروغ قسم ياد کرد که من پشت سر پيامبر چنين سخنی نگفته‌ام. عامر برای سوگند برخواست و پس از آن دعا کرد که پروردگارا! اگر او چنين سخنی را بر زبان رانده مرا تأييد کن. پيامبر و اصحاب آمين گفتند. جبرييل آمد آيه‌ای نازل شد و عامر را تأييد کرد و کذب آن شخص برملا شد. پس از رسوا شدن، اقرار کرد ولی توبه نمود و پيامبر توبه‌اش را پذيرفت.۵ خلاصه‌ی سخن آن که ارتداد در صدر اسلام، مواردی از اين قبيل بوده است. در هيچ يک از آيات ارتداد، احکام ارتداد بيان نشده و تنها سخن از وعيد عذاب آخرت است. بنابراين در پاسخ به پرسش کسانی که می‌گويند: احکام ارتداد که در فقه مطرح است، از کدام يک از آيات استفاده می‌شود؟ می‌گوييم: احکام ارتداد از روايات استفاده می‌شود نه از آيات قرآن. و سرّ اين که احکام ارتداد در قرآن بيان نشده، ظاهراً همان نکته‌ای است که يادآورد شديم که ارتداد در قرآن غير از ارتداد در روايات است. ارتداد در صدر اسلام، ارتداد فکری نبوده، بکله ارتداد سياسی، اقتصادی يا قومی و قبيله‌ای بوده است.»۶از گفتار آيت‌الله موسوی اردبيلی چندنکته قابل دريافت است: نکته‌ی اول آن که: احکام ارتداد از قرآن مقدس استفاده نمی‌شود؛ بلکه از روايات بهره می‌شود. گو اين که مسلمانان دو نوع دين يا دو گونه متن دينی دارند. نکته‌ی دوم آن‌که: ارتدادی که در قرآن مطرح شده عنوان سياسی، اقتصادی و اجتماعی داشته است نه اعتقادی و فکری. بنابراين سازندگان روايت از مشابهت لفظی استفاده نموده احکام جديده‌ی را در مفهوم واژه‌ی ارتداد جای داده‌اند و به منظور رفع حاجات خود بدان متوسل شده مخالفان خود را سرکوب کرده‌اند و الا معنا و مفهوم ارتداد در روايات غير از مفهوم آن در آيات قرآن است.نکته‌ی سوم آن‌که: ارتداد مذکور در قرآن آثار سياسی و اجتماعی داشته و مخل به نظم جامعه بوده است در عين حال، به عنوان عمل مجرمانه تلقی نشده و کسی به اتهام ارتداد به مجازات‌های سخت و خشن و خود ساخته‌ی راويان محکوم نشده است.مطاله و بررسی آيات در قرآن مقدس، هفت آيت از مسأله‌ی ارتداد گفت و گو نموده و احکامی را مقرر داشته و هوشدارهای لازم را داده‌اند. آيات شريفه را با دقت مورد مطاله قرار می‌دهيم و ديدگاه قرآن مقدس را در باره‌ی ارتداد به دست می‌آوريم. آيات شريف عبارتند از:۱_ آيت ۲۱۷، سوره‌ی بقره: «و لا يزالون يقاتلونکم حتی يردو کم عن دينکم ان استطاعوا و من يرتدد منکم عن دينه فيمت و هو کافر فاولئک حبطت اعمالهم فی‌الدنيا والاخرة و اولئکه اصحاب‌النار هم فيها خالدون.» هماره با شما در حال جنگ خواهند بود تا شما را از دين تان بازگردانند و کسی که از شما مسلمانان از دين خويش بازگردد و بميرد کافر است. چنين اشخاصی اعمالشان در دنيا و آخرت باطل می‌شود. آنان اصحاب آتش و هميشه در آن جای خواهند داشت. می‌گويند: شأن نزول اين آيت، ماجرای عبدالله جحش است که به سريه‌ای در اطراف مکه اعزام شد. پس موضع آيت شريفه ارتباطی با ارتداد فکری و عقيدتی ندارد.۲_ آيت ۲۱ سوره‌ی مائده: «يا قوم ادخلوا الارض المقدسة التی کتب الله لکم و لا تردوا علی ادبارکم فتنقلبوا خاسرين» ای بنی اسرائيل به سرزمين مقدس که خداوند برای شما قرار داده است وارد شويد و به سرزمين مصر برنگرديد که گرفتار خسران می‌شويد. اين آيت مبارک مربوط به قوم موسی است وقتی که دستور ورود به سرزمين مقدس به آنان داده شد آنان تمرد کردند. آيت مبارک آنان را از بازگشت به وطن سابق‌شان برحذر می‌دارد. بنابراين اين معنای ارتداد اصلاً ارتباطی به بازگشت از ايمان و عقيده ندارد؛ بلکه سخن از بازگشت به وطن و سرزمين آبا و اجدادی است. ۳_ آيت ۵۴ سوره‌ی مائده: «يا ايهاالذين آمنوا من يرتد منکم عن دينه فسوف یأتی‌الله بقوم يحبهم و يحبونه اذلة علی المؤمنين اعزة علی الکافرين يجاهدون فی‌سبيل‌الله و لا يخافون لومة لانهم ذلک فضل‌الله یؤتيه من يشأ ولااله واسع‌عليم.» در اين آيت نيز سخن از ارتداد فکری و عقيدتی نيست؛ بلکه منظور اين است که اگر شما از جامعه‌ی مسلمانان خارج شويد خداوند مردمانی را می‌آورد که خدا را دوست بدارند و در راه خدا جهاد و مبارزه نمايند و از هيچ سرزنشی نترسند... ۴_ آيت ۱۰۶ سوره‌ نحل: «من کفر بالله من بعد ايمانه الا من اکره و قلبه مطمئن بالايمان و لاکن من شرح بالکفر صدراً فقليهم غضب من الله و لهم عذاب عظيم.» آيت شريف در باره‌ی ياسر، سميه، عمار و بعضی ديگر از اصحاب و ياران پيامبر است که پس از هجرت آن حضرت به مدينه، از جانب مشرکان مکه دستگير شده مورد آزار و شکنجه قرار گرفتند. عمار نتوانست در برابر شکنجه‌ها تحمل کند و به خواست شکنجه‌گران که سب رسول خدا و ستايش از بت‌های مشرکان بود، تن داد. وقتی که آزاد شد به مدينه خدمت رسول خدا رسيد و ماجرا را تعريف کرد. حضرت پرسيد: زمانی که دشنام دادی در قلبت چه گذشت؟ عرض کرد: قلباً ناراحت بودم. آيت شريفه نازل شد و او را تبرئه کرد. اين آيت هم مربوط به ارتداد فکری و عقيدتی نيست. يعنی اگر کسی نسبت به بعضی از عقايد اسلامی شک کند و يا اعتقاد غير اسلامی پيدا کند، آيت مورد نظر شامل موضوع نمی‌شود. ۵_ آيت ۸۶ سوره‌ی آل عمران: «کيف يهدی الله قوماً کفروا بعد ايمانهم و شهدوا ان الرسول حق جائهم البيتات والله لا يهدی القوم الظالمين.» چگونه خداوند قومی را هدايت کند که بعد از ايمان آوردن و شهات دادن به حقانيت رسول و اين که رسول خدا با دلايل و بينات به سوی آنان آمده، کفرورزند. خداوند مردمان ظالم را هدايت نمی‌کند. ۶_ آيت ۱۳۷ سوره‌ی نسأ: «ان الذين آمنوا ثم کفروا هم آمنوا ثم کفروا ثمازدادوا کفراً لم يکن الله ليغفرلهم و لا ليهديهم سبيلا شرالمنافقين بان لهم عذاباً اليما.» مقصود از آيت شريفه اين است که جمعی مسلمانی را بازيچه قرار داده‌اند و با تشکيل حزب، گروه و دسته، روزی مسلمان می‌شوند، فردا کافر می‌گردند، دوباره مسلمان می‌شوند، بار ديگر کفر می‌ورزند. چنين رفتاری ارتداد سياسی است نه فکری و اعتقادی.۷_ آيت ۷۴ سوره‌ی توبه: «يحلفون بالله ماقالوا و لقد قالوا کلمة الکفر و کفروا و بعد اسلامهم و هموا بمالم ينالوا و مانقموا الا ان اغنيهم الله و رسوله من فضله فان يتوبوا بک خيراً لهم وان يتوبوا بيعذبهم الله عذاباً اليماً فی‌الدنيا والآخرة و مالهم فی‌الارض من ولی و لايضر.» آيت مبارک مربوط به ماجرای عامر و شخصی است که پشت سر رسول خدا بدگويی کرده بود و سرانجام با نزول اين آيت دروغش آشکار گشت و خود نيز اعتراف نمود، که قبلاً توضيح داده شد. از مطالعه‌ی آيات شريفه‌ی قرآن مطالب زير قابل استناط است:۱_ در قران مقدس آيتی که به طور اجمال يا تفصيل احکام ارتداد و حد ارتداد را بياان کند وجود ندارد؛ بلکه ارتدادها در صدر اسلام و هنگام نزول قرآن، معمولاً دارای انگيزه‌ی سياسی، مادی يا فرقه‌ای بوده که به صورت دسته جمعی صورت می‌گرفته است. ارتداد در آن ايام حالت اجتماعی، حزبی و گروهی داشته که از لحاظ نظم اجتماعی و اخلاقی تشکيلاتی شکننده و خطرناک بوده، لذا چنين حرکاتی ممنوع اعلام شده و حرام تلقی گشته است. ۲_ ارتدادهای صدر اسلام نوعاً به منظورتضعيف دين يا فرار از مجازات و يا نپرداختن ماليات و زکات و مانند اين‌ها صورت می‌گرفته است؛ لذا ارتداد فکری و عقيدتی و اين که صرفاً حالت انديشه و عقيده داشته باشد و شخصی بدون انگيزه‌ی بيرونی و تنها به منظور اقناع ذهن از دين منصرف شده باشد، در قرآن مورد توجه قرار نگرفته و احکامی در اين مورد صادر نگشته است. ۳_ در تاريخ صدر اسلام کسی را سراغ نداريم که حد ارتداد بر او جاری شده باشد. ۴_ در صدر اسلام، تمامی انواع ارتداد قابل استتابه بوده و مرتد به طور مطلق قابل عفو و بخشش بوده است. گرچه برخی احتمال داده اندکه در صدر اسلام،؛ عنوان مرتد فطری متصور نبوده چرا که همه‌ی مرتدان آن روز، سابقه‌ی کفر داشته‌اند. به هر حال، اگر ما باشيم و آيات قرآن مقدس، چنين استنباط می‌شود که قرآن آزادی عقيده وانديشه را به عنوان يک اصل پذيرفته و خود را پرچمدار آزادی فکری و اعتقادی معرفی نموده و همواره تفکر و تقل را سرلوحه کار خود قرار داده ومردم را دعوت به تفکر و تعقل نموده است.قرآن مقدس در يک آيت، خطاب به مشرکان و کفار قريش می‌گويد: «لکم دينک ولی دين» و در جای ديگر می‌گويد: «لا اکراه فی‌الدين» و در آيت ديگر مقرر می‌دارد: «من شا فلیؤمن ومن شأ فليکفر» و در آيت ديگر مقرر می‌دارد: «انا هديناه النجدين اما شاکراً و اما کفوراً» اين آيات مبارک آزادی عقيده، ايمان، فکر و انديشه را تضمين نموده و بارها اعلام داشته است. بر اين اساس اگر آيات ا رتداد شامل ارتداد فکری و عقيدتی شوند و يا بيانگر حد ارتداد باشند، در متن قرآن تناقض پديدار می‌شود. درست است که ارتداد از ديدگاه قرآن حرام است، ولی جرم نيست قابل مجازات و اجبار و اکراه و تهديد نيست. مانند کذب يا ربا يا خودکشی که حرام تلقی می‌‌شوند اما جرم محسوب نمی‌شوند فی‌المثل اگر کسی دروغ گفت قابل تعقيب قضايی نيست، مگر در موارد خاص مانند شهادت دروغ يا قسم دروغ که از موضع بحث خارج است.در نهايت می‌توان گفت که اگر آيات مبارک قرآن شامل ارتداد فکری و عقيدتی شوند و برای چنين ارتدادی نيز وعده‌ی عذاب در آخرت بدهند، بازهم از ديدگاه قرآن ارتداد فکری و عقيدتی جرم تلقی نمی‌شود و قابل مجازات دنيوی نيست. ارتداد از ديدگاه رواياتدر بخش اول، تعريف ارتداد و ديدگاه قرآن مقدس را در مورد آن مطالعه و بررسی نموديم. اينک بايد ارتداد را با عينک روايات بنگريم و اقسام آن را شناسايی نماييم. در فقه اماميه که بر آمده از روايات است، مرتد را بر دوگروه طبقه بندی نموده‌اند، مرتد فطری و مرتد ملی، و هرکدام را دارای احکام جداگانه قلمداد کرده‌اند؛ ولی در فقه اهل سنت تفاوتی بين مرتد ملی و مرتد فطری، از لحاظ حکم و آثار جزايی قايل نگشته‌اند.واژه‌های: مرتد فطری و مرتد ملی، نه از آيات قرآن و نه از روايات مستفاد گشته بلکه از اختراعات و صناعات عالمان فقه است. آثاری که بر اصطلاح مرتد فطری و مرتد ملی مترتب ساخته‌اند نيز فاقد دليل معتبر بوده از صحت و اتقاق کافی برخوردار نيست. مرتد فطری و مرتدملیدر تعريف واژه‌های فقهی ارتداد و تعيين مصداق آن‌ها اختلافات بسيار وجود دارد؛ برخی گفته‌اند: هرکس پدر و مادرش و يا يکی ازآنان هنگام انعقاد نطفه‌ی او مسلمان باشند و اين فرزند متولد شود و بعداً‌ از اسلام روبگرداند «مرتد فطری» است، و هرکس پدر و مادرش هنگام انعقاد نطفه‌ی وی کافر باشند و او متولد شود، سپس مسلمان شده دوباره کافر شود «مرتد ملی» است.برخی ديگر اسلام والدين را در حين تولد فرزند ملاک قرار داده و گفته‌اند: اگر شخصی در خانواده‌ی مسلمان متولد شود و سپس از اسلام برگردد، چنين شخصی «مرتد فطری» است، و مسلمان بودن پدر و مادر در حين انعقاد نطفه به تنهايی کفايت نمی‌کند. برخی ديگر مسلمان بودن شخص را در هنگام بلوغ شرط دانسته‌اند و گفته‌اند: مرتد فطری کسی است که تا زمان بلوغ مسلمان باشد و بعد از بلوغ از اسلام برگردد، ولی اگر قبل از بلوغ کافر شود وکفرش تازمان بلوغ ادامه پيدا کند، سپس مسلمان شود و بار ديگر کافر گردد، مرتد فطری نيست.جمعی گفته‌اند که مسلمان آماری بودن پدر و مادر کفايت نمی‌کند؛ بلکه پدر و مادر می‌بايست از حين انعقاد نطفه‌ی فرزند مسلمان باشند و مسلمان بودنشان تا زمان بلوغ فرزند ادامه داشته باشد و نيز پدر و مادر عارف به احکام دين و عامل به آن‌ها باشند و در محيط اسلامی نيز سکونت داشته‌باشند. در اين صورت اگر فرزندشان بعد از رسيدن به سن بلوغ کافر گردد، مصداق «مرتد فطری» قرار خواهد گرفت؛ ولی درصورتی که شرايط بالا جمع نباشد ارتداد فطری تحقق پيدا نمی‌کند. فقيهان شيعه در تعريف مرتد و اقسام و انواع آن گفت‌و‌گوهای بسيار نموده‌اند؛ ولی آنچه معروف و مشهور و در عين حال روشن است، دو گروه از مرتدان می‌باشند که از لحاظ موضوع و مصداق قابل درک و فهم و اطمينان می‌باشند:۱_ کسی که پدر و مادر او هنگام انعقاد نطفه‌ی وی، مسلمان باشند و تازمان بلوغ او مسلمان باقی بمانند و فرزند نيز تا زمان بلوغ مسلمان باشد و سپس از اسلام برگردد، به اتفاق همه‌ی عالمان شيعه مرتد فطری است.۲_ کسی که از پدر و مادر غير مسلمان متولد گردد و تا زمان بلوغ به کفر خود باقی بماند و پدر و مادرش نيز تا آن هنگام کافر باشند. اگر پس از سن بلوغ مسلمان شود و دوباره کافر گردد به اتفاق همه‌ی علماء مرتد ملی می‌باشد.با اين همه ازديدگاه اين قلم تفاوتی بين مرتد فطری و ملی وجود ندارد و تفاوت‌های مذکور در کتب فقهی فاقد دليل معتبر است. مع‌ذلک، مسأله‌ی مزبور را مورد گفت‌و‌گو قرار می‌دهيم تا نتيجه‌ی حاصله را گزارش نماييم.روايات باب ارتداددرباب ارتداد، روايات زيادی مذکور گشته که اکثر آن‌ها ناظر به ارتداد فطری و پيامد‌ها و مجازات‌های آنست. برخی از فقيهان حدود يازده روايت را در باب ارتداد مورد بحث قرار داده و برخی ديگر به ذکر هشت روايت بسنده کرده‌اند. در بين اين روايات تنها يک روايت صحيحه و يک روايت موثقه وجود دارد، اما بقيه‌ی روايات يا ضعيف و يا مجعول هستند. اينک به تعدادی از اين روايات توجه نماييد.روايت اول:«محمد بن الحسن باسناده عن الحسين بن سعيد قال: قرأت بخط رجل الی ابی‌الحسن الرضاء:‌رجل ولد علی الاسلام ثم کفروا شرک و خرج عن الاسلام، هل يستتاب او يقتل ولايستتاب؟ فکتب(ع) يقتل.»۹حسين بن سعيد می‌گويد: در مکتوبی خواندم که به امام رضا نوشته‌شده بود: مردی در خانواده‌ی مسلمان متولد شده سپس کافر شده و مشرک گرديده و از اسلام خارج گرديده آيا توبه داده می‌شود يا کشته می‌شود؟ پس امام رضا نوشت: کشته می‌شود.در ادامه‌ی روايت آمده: «فاماالمرأة اذا ارتدت فانهالا تقتل علی کل حال، بل تخلّد فی‌السجن ان لم تتب.» زن مرتد به هيچ حال کشته نمی‌شود، بلکه محکوم به زندان ابد می‌گردد، در صورتی که توبه نکند. اين روايت از لحاظ سند صحيح است و از عمده ترين دلايل باب ارتاد می‌باشد.فقيهان گفته‌اند: برای به دست آوردن ملاک و معيار «مرتد فطری» بايد به جمله‌ی «ولد علی الاسلام» توجه نمود گرچه فقيهان شيعه در مورد اين جمله و مصادق آن گفت‌وگو و جدال بسيار کرده‌اند، ولی قدر متقين از مصداق اين جمله کسی است که در خانواده‌ی مسلمان و در محيط اسلامی به وجود آمده باشد و پس از رسيدن به بلوغ اظهار کفر و بازگشت از اسلام نموده باشد؛ بنابراين کسانی که صراحتاً اظهار کفر نکرده و يا از عقيده‌ی الحادی خود تبليغ نکرده و اقرار جدی و صريح بر ارتداد خود نکرده باشد مصداق مرتد واقع نمی‌شود و هيچ کس حق ندارد به او افترای کفر و الحاد وارد کند. کلماتی همچون «کفر و اشرک و خرج عن الاسلام» بيانگر تصميم جدی، صريح و قاطع است. شخص مرتد بايد بدون ترديد و حتا بدون توجيه عقيده‌ی اسلامی خود را از دست داده باشد؛ زيرا عقيده يک امر باطنی است و کسی جز خود شخص نمی‌داند. کسی که شهادت را بر زبان جاری نموده تا وقتی که اظهار بازگشت از اسلام نکند ما وظيفه داريم او را مسلمان بدانيم حتا اگر در دل خود ترديد‌هايی داشته باشد و يا مطالبی را بر زبان بياورد که به نظر ما صحيح نباشد؛ بلکه جايز نيست که از او سوال شود که به اسلام يا فلان مسأله‌ی اسلامی عقيده دارد يا خير. قرآن کريم می‌گويد: «ولال تقولوا لمن القی اليکم السلام، لست مومناً»۱۰ به کسی که به شما سلام می‌کند نگوييد که مسلمان نيستی.بنا به مراتب، از روايت مورد نظر بهره می‌شود کسی که حداقل واجد دو شرط باشد مرتد فطری محسوب می‌شود:اولاً، در خانواده‌ی مسلمان به وجود آمده باشد. علی هذا مسلمان بودن يکی از والدين کفايت نمی‌کند.ثانياً، علاوه بر بی اعتقادی، آن را صراحتاً ابراز و اعلام نموده باشد. هرچند، اين روايت از لحاظ سند بی‌اشکال است، ولی مفاد روايت به سه علت مردود است:علت اول آن که، اين روايت برخلاف قرآن است؛ زيرا در قرآن برای ارتداد مجازاتی مقرر نگشته و تفاوتی بين مجازات زن و مرد نيز قايل نشده است. علت دوم آن که، حکم قتل مرتد فطری يا عدم استيتابه‌ی او، که در خانواده‌ی مسلمان به وجود آمده، يک حکم جبری است و عين تکليف به مالايطاق می‌باشد؛ چرا که متولد شدن در خانواده‌ی مسلمان، يک امر اختياری نيست، پس چگونه مجازاتی را تحمل کند و يا تشديد مجازاتی را بپذيرد که از قدرت و توانش خارج باشد؟ عليت سوم آن‌که، مفاد اين رواست مغاير با سيره‌ی رسول خداست؛ زيرا رسول اعظم اسلام هيچ مرتدی را مجازات يا اعدام نکرده‌ است.روايت دوم:عمار ساباتی از امام صادق نقل می‌کند: «ن کهسمعت ابا عبدالله(ع) يقول: کل مسلم بين مسلمين ارتد عن الاسلام و جحد محمد(ع) نبوّته و کذّبه، فان دمه مباح لمن سمع ذلک منه و امرأته باينة منه و يقسم ماله علی ورثته و تعتدامراته عدة المتوفی عنها زوجها و علی الامام ان يقتله ولايستتيبه»۱۱ از امام صادق شنيدم که گفت: هر مسلمانی در ميان دو مسلمان (پدر و مادر) يا جامعه‌ی اسلامی، متولد شود و از اسلام مرتد شود و نبوت نبی را انکار نمايد و تکذيبش کند، پس هرآينه خون او مباح است برای کسی که از او بشنود و از روزی که مرتد می‌شود همسرش از او جدا می‌گردد و به وی نزديک نمی‌شود، و مالش بر ورثه‌اش تقسيم می‌گردد و زوجه‌اش عده‌ی وفات نگه می‌دارد و بر امام است که او را به قتل برساند و توبه‌اش ندهد.در اين روايت چند مطلب قابل توجه و دقت است: ۱_ آيا واژه «بين مسلمين» با صيغه‌ی جمع قرائت شود يا تشنيه؟۲_ آيا واژه‌ی «مسلمين» بدون «ال» صحيح است يا غلط؟۳_ آيا منظور از جمله‌: «حجد و کذب» شک و ترديد است يا به طور يقين اعتقاداتش را از دست بدهد؟۴_ جمله‌ی: «فان دمه مباح لمن سمع ذلک منه» يعنی هرکسی که مستقيماً ارتداد شخص را بشنود می‌تواند او را بکشد، يک نوع بی‌احتياطی در برابر جان مردم است. اين جمله برخلاف قاعده‌ی نظم است. اين جمله مغاير با عقل، تجربه و تمدن بشری است. اين جمله برخلاف حقوق بشر است. اين جمله مغاير با حقوق اوليه‌ی متهم که دفاع از خود در يک محکمه صالحه باشد نيز می‌باشد.۵_ صدر و ذيل اَن روايت متناقض است؛ زيرا در صدر آن آمد که هرکس می‌تواند مرتد را بکشد و در ذيل آن آمد که امام بايد او را بکشد و توبه‌اش ندهد.۶_ اين روايت برخلاف قرآن مقدس می‌باشد و دارای احکام من در آوردی از قبيل کشتن مرتد، جدايی همسرش، تقسيم اموالش و ... که تمام اين احکام جعلی و غير دينی می‌باشد.۷_ سند اين روايت هم ضعيف است؛ علی هذا قابل استناد نيست.روايت سوم:«عن امير‌المؤمنين(ع) امر بقتل المرتد و قال: من ولد علی الاسلام فبدل دينه قتل و لم يستتب.»۱۲ امام علی دستور به قتل مرتد داد و فرمود: هرکس مسلمان متولد شود، سپس دين خود را تبديل کند کشته می‌شود و توبه داده نمی‌شود.اين روايت نيز بر خلاف قرآن است. مرسل است. ضعيف‌السند و از کتاب ضعيف دعائم‌الاسلام نقل شده است. شايد ناظر به اوضاع سياسی زمان امام علی باشد که مرتدان خوارج مشکلاتی را برای جامعه‌ی اسلامی و حکومت امام علی پديد آورده بودند. روايت چهارم«عن فضيل بن يسار، عن ابی عبدالله(۱۴) ان رجلاً من المسلمين تنصر، فأتی به امير‌المؤمنين، فاستتابه فابی عليه، فقبض علی شعره ثم قال: طئوا يا عباد الله فوطیء حتی مات (فوطئوا حتی مات).»۱۳ فضيل بن يسار از امام صادق نقل می‌کند که فرمود: مردی از مسلمان‌ها نصرانی شد. پس او را نزد امير‌المؤمنين آوردند آنگاه توبه‌اش داد. ولی او از قبول توبه امتناع ورزيد. پس مويش را گرفته گفت: ای بنده‌گان خدا لگد کوبش کنيد! پس اورا لگد کوب کردند تا مرد.اين روايت برخلاف فتوای مشهور و روايات سابق الذکر است که توبه‌ی مرتد فطری پذيرفته می‌شود يا او را توبه دادند ولی اتو توبه نکرد.اين روايت برخلاف قرآن است که مرتد را محکوم به قتل دانسته است. اين روايت قتل غير متعارف (بالگد کوب) و همراه با شکنجه را به امام علی(ع) نسبت داده که افترا و بدعت است. اين روايت ضعيف‌السند نيز می‌باشد. بنابراين قابل استناد نيست.روايت پنجم:«عن ابی عبدالله: فی الصبی يختارالشرک و هو بين ابويه، قال: لايترک و ذاک اذا کان احد ابويه نصرانيا.» از امام صادق(ع) در مورد کودکی که با پدر و مادرش زندگی می‌کرد و شرک را اختيار کرده بود سوال شد: حضرت فرمود:‌ رها نمی‌شود و اين زمانی است که يکی از والدينش نصرانی و ديگری مسلمان باشد.دراين روايت علاوه بر مخالفت با قرآن چند نکته‌ی ديگر نيز قابل ذکر است:۱_ مجازات قتل يا رها نشدن در مورد شخص نابالغ بر خلاف عدالت و مسلمات دين است.۲_ اين روايت از لحاظ سند به جهت قاسم بن سليمان مجهول، ضعيف است.۳_ اين که فرزند تابع اشرف والدين است، يک سخن مشهور و بی اساس است به علاوه آن که برخلاف قواعد حقوق جزای اسلامی است، زيرا قانون جزا بايد به نفع متهم تفسير شود و يا تفسيری پذيرفته شود که مجازات را تخفيف می‌دهد و نه اين که تشديد کند، علی هذا در موضوع روايت فوق، فرزند تابع پدر يا مادر مسلمان دانسته شده و اين تفسير مجازات را تشديد می‌کند، لذا صحيح نيست.۴_ اين روايت برخلاف قاعده‌ی مشهور و مسلم مجازات اسلامی است که می‌گويد: «تدر‌ءالحدود بالشبهات» يعنی حدود و مجازات‌ها با اندک شبه‌ای منتفی می‌شود. علی هذا در موضوع روايت، فرزند بايد تابع پدر يا مادر غير مسلمان محسوب شود تا از قتل نفس جلوگيری شود.روايت ششم:«عن علی بن جعفر عن اخيه‌الی‌الحسن قال: سألته عن مسلم تنصر، قال: يقتل ولا يستتاب. قلت: فنصرانی اسلم ثم ارتد. قال: يستتاب فان رجع و الا قتل.»۱۵ علی بن جعفر از برادرش ابوالحسن نقل می‌کند که از او در مورد مسلمانی که مسيحی شده است سوال نمودم. فرمود: کشته می‌شود و توبه داده نمی‌شود. گفتم: پس مسيحی اگر مسلمان شود و سپس از اسلام برگردد؟ گفت: توبه داده می‌شود اگر توبه کرد و به اسلام بازگشت که هيچ و اگر توبه نکرد کشته می‌شود.اين روايت از لحاظ سند بی‌اشکال است و در بردارنده‌ی حکم مرتد فطری و ملی نيز هست که اين تفاوت، خود محل نقد و نظر می‌باشد.در باب ارتداد، روايات متعددی را نقل کرده‌اند که مهمترين آن‌ها همين چند روايت است که از باب نمونه ذکر شد. اينک نگاه کلی به مفاد تمامی روايات می‌کنيم و عقيده‌ی خود را مذکور می‌سازيم. نقد و نظردر باره‌ی روايات باب ارتداد، علاوه بر آن چه که در ذيل هر روايت گفته آمد مطالبی ديگر را نيز می‌توان فهرست‌وار بيان داشت:۱_ اين روايات مخالف قرآن و مخالف سيره‌ی رسول خدا می‌باشند؛ لذا قابل استناد و اعتماد نمی‌باشند.۲_ اين روايات از لحاظ سند ومنبع صدور مورد ترديد جدی هستند.۳_ اين روايات بر خلاف عقل و قواعد حقوق بشر در مورد آزادی عقيده می‌باشند.۴_ اين روايات بر خلاف قوانين اساسی کشورها‌ی اسلامی هستند که آزادی عقيده را ثبت نموده و شعار می‌دهند.۵_ اين روايات برخلاف صريح آيات قرآن در مورد آزادی مذهبی است که می‌گويد: «لا اکراه فی‌الدين» و «من شأن فليئومن و من شأ فليکفر» و «و ما علی الرسول الا البلاغ» و «انت مذکر لست عليهم بمصيطر» و «الذين يستمعون القول فيتبعون احسنه».۶_ اين روايات درمورد مرتد فطری، دارای حکم جبری هستند؛ چرا که مجازات قتل و عدم استتابه را به امری مترتب ساخته که در اختيار متهم يا مجرم نيست. (تولد در خانواده‌ی مسلمان)۷_ ارتداد در صدر اسلام و زمان رسول خدا، با اين که جنبه‌ی اجتماعی، سياسی و بی‌نظمی داشته و مرتدان تعمد داشتند که با ارتداد خود شکست و ضعف را به جامعه‌ی اسلامی تحميل کنند و همين امر باعث مجرمانه شدن عملشان می‌گشته است و معنای جرم جز اخلال به نظم چيز ديگر نيست، مع ذلک رسول عظيم‌الشأن اسلام آن را جرم ندانسته‌ مجازاتی را بر عليه مرتدان اعمال نکرده است و قرآن مقدس نيز مجرمانه بودن ارتداد را مقرر نداشته است. پس علمای اعلام اين احکام شديد و غلاظ را از کجا استنباط کرده‌اند؟۸_ دينداری يک مسئوليتی فردی و شخصی است، لذا پاسخ‌گويی آن نيز برعهده‌ی خود فرد در برابر خداوند می باشد، بدين لحاظ نفياً و اثباتاً‌ به ديگران مربوط نمی‌شود. ۹_ اگر ارتداد در زمان‌های قديم آثار سياسی و اجتماعی داشته و می‌توانسته شکست يا پيروزی جمعی را پديد بياورد، امروزه هيچ اثر سياسی و اجتماعی ندارد. علی هذا اگر فردی مرتد شود، جامعه و مردم هيچ عکس‌العملی ندارند. بنابراين اگر فرضاً ارتداد در برخی از مقطع‌های تاريخ اسلام حالت جرمی داشته است امروزه قطعاً يک عمل مجرمانه تلقی نمی‌شود.۱۰_ طرفداران حد ارتداد، جز چند روايت ضعيف و مجعول، مستندی از کتاب و عقل ندارند. واضح است که احراز صحت روايت و احراز صدور آن‌ها امری بسيار مشکل است.موجبات ارتداددين مقوله‌ی تشکيکی است. کسی که شهادتين را حتا با اکراه بر زبان جاری می‌کند مسلمان است. کسی که به احکام دين عمل می‌کند او نيز مسلمان است. کسی که عابد و زاهد و شب زنده دار «صائماًً بالنهار و قائماً بالليل» باشد نيز مسلمان است. از طرف ديگر، دين اسلام يک سلسله قواع و احکام می‌باشد که ريشه در وحی و الهام دارد. مکتب اسلام دارای ابعاد مادی، معنوی، اخلاقی، عبادی، سياسی، اجتماعی و حقوقی است. حال بايد ديد و به دقت نظر نمود که ترديد و انکار کدام بعد از ابعاد اسلام يا کدام بخش از بخش‌های مختلف آن، موجب ارتداد می‌شود.آن چه که در ميان فقيهان معروف و مشهور است و در هرکوی و برزن شنيده می‌شود اين است که انکار ضروری دين باعث ارتداد می‌گردد.ضروری دين چيست؟فقيهان معظم در هيچ بعد از ابعاد ارتداد و مسايل مربوط به آن اتفاق نظر ندارند، البته واضح است يک مساله‌ای که مستند به قرآن مقدس نباشد و در قرآن عنوان‌های مرتد فطری و ملی نيامده باشد، عنوان ضروری دين نيامده باشد و ... مورد اختلاف خواهد بود. بدين ترتيب مسأله‌ی ضروری دين نيز مورد اختلاف فقيهان است. برخی گفته‌اند که علم شخص انکار کننده ملاک و معيار است. چنان چه شخصی علم به وجوب فعلی امری داشته باشد و در عين حال آن را انکار کند يا بگويد قبولش ندارم، ضروری را انکار نموده است. ولی مقدس اردبيلی اين امر را انکار ضروری نمی‌داند. برخی ديگر گفته‌اند: حکمی را که همه می‌دانند از اسلام است. حتا کفار هم جواز مسلمانان نيز می‌دانند که آن مسأله از اسلام است. يعنی چيزی که همه‌ی مردم به وضوح و بدون نياز به استدلال بدانند که جز اسلام است. اگر کسی چنين حکمی را انکار نمايد ضروری دين را انکار نموده است. در اين تعريف، ضروری دين يعنی امر بديهی دين.جمعی گفته‌اند: امری که مورد اتفاق تمامی فرق اسلامی باشد. يعنی مسلمانان در آن امر اجماع داشته باشند. ولی بايد گفت که انکار چنين امری معمولاً انکار اجماع محسوب می‌شود نه انکار ضروری.به هرحال، معنای دوم را می‌توان در تعريف ضروری مورد پذيرش قرار داد و گفت که: ضروری دين، يعنی امری که به طور بديهی، فطری و جبلی از دين دانسته شود و هرکس اعم از عالم وجاهل آن را جزء احکام اسلامی بداند. بر اين اساس، امامت امامان شيعه، غيبت امام زمان، رجعت ائمه‌ی اهل بيت، اعتبار سنت، حجيت اعمال اصحاب و خلفا، حجيت فتوای فقيهان و ... ضروری دين محسوب نمی‌شود.چرا منکر ضروری کافر است؟آيت‌الله موسوی اردبيلی در ذيل عنوان بالانوشته است:«همه می‌دانند که زکات واجب است، چنان که فردی گمان کند، زکات برای جوامع گذشته لازم بود، ولی امروز ماليات جايگزن آن شده و مردم دو نوع بديهی به دولت اسلامی ندارند. يکی به نام زکات و ديگری ماليات و دولت وظيفه دارد. فقرای جامعه را اداره کند. بنابر اين مصرفی برای زکات باقی نمی‌ماند، چنين فردی که از وجوب زکات اطلاع دارد، ولی با چنين شبه‌ای آن را امروزه انکار کند آيا مرتد است يا نه؟ اگر مرتد و کافر است، دليل ان کدام ؟ و اگر مرتد نيست آيا با کلمات فقها سازگار است يا نه؟اين که کسی پاسخ دهد: چون منکر ضروری است، پس کافر است، مصادره به مطلوب است. چون اعتقاد به ضروری دين جزء اعتقادات نيست. از اين رو فقها دو گروه شده‌اند: يک گروه معتقدند چون انکار ضروری دين به انکار و تکذيب پيامبر می‌انجامد، کافر است... پس ملاک تکذيب پيامبر است نه انکار ضروری.گروه ديگر معتقدند شخص به مجرد انکار ضرروی مرتد است. تصوير اين مطلب آنست که کسی بگويد: اين که همه‌ می‌گويند، پيامبر چنين فرموده، به نظر من آن‌ها مراد پيامبر را متوجه نشده‌اند، من فهميده‌ام که مراد پيامبر از تشريع زکات اين است که هرگاه ماليات ديگری بر شما واجب نبود، زکات واجب است. چنين فردی وجوب زکات را انکار می‌کند، اما معتقد است که پيامبر در شرايط امروز آن را واجب نمی‌داند، پس تکذيب پيامبر رخ نداده است.» (مجله‌ی حکومت اسلامی شماره‌۱۴، ص۹۵) مثال ديگر اين که اکثر فقيهان شيعه، خمس ارباح مکاسب را هم واجب می‌دانند و هم پرداخت آن را به مجتهد، لازم يا واجب می‌دانند، در حالی که جمع ديگر از فقيهان خمس ارباح مکاسب را در زمام غيبت واجب نمی‌دانند وعده‌ای ديگر، پرداخت آن را به مجتهد جايز نمی‌دانند، بلکه می‌گويند يا به سادات داده شود، يا دفن گردد يا نزد امينی به امانت گذاشته شود و ... برخی معتقدند که خمس اموال يک ملت جايز نيست که به خارج از کشور ارسال گردد و يا در اختيار مراجع اجنبی قرار گيرد و ...واضح است که چنين فتواهايی نه تنها موجب ارتداد و فسق نيست، بلکه سبب آگاهی مردم می‌شود و باعث رشد و ترقی علم می‌گردد.ارتداد از ديدگاه فقيهانشيخ مفيد (۴۱۳.ق.) می‌گويد: «من استحل الميتة اوالدم او لحم الخنزير عمن هو مولودعن فطرة فقدارتد بذلک عن الدين و وجب عليه القتل باجماع المسلمين.»۱۵کسی که ميته يا خون يا گوشت خوک را حلال بداند و مسلمان زاده باشد، با اين کار حقيقتاً مرتد می‌شود و قتل او به اجماع مسلمين واجب است.شهيد ثانی در مسالک الافهام می‌گويد: «ارتداد من ولد علی الاسلام بان انعقد حال اسلام احدابويه ...»۱۶ ارتداد کسی که براسلام متولد شده و نطفه‌اش در حال مسلمان بودن يکی از والدينش منعقد شده، تحقق پيدا می‌ ",علي محقق نسب په دغه ليکنه بند ته واستول شو. 671,حقمل," د افغانستان د اوبو او بريښنا وزارت په پام کې لري چي په راتلونکو دوو مياشتو کې له ازبکستان څخه افغانستان ته د بريښنا د ليږد د پروژې کار پيل کړي ، چې تر ٢٠٠٨ زيږديز کال پورې به بشپړ سي .ددغه وزارت سلاکار وايى ټول ټال به ٣٠٠ ميګاواټ او په لومړى قدم کې به ١٥٠ميګاواټ بريښنا له ازبکستان څخه تر لاسه کړي . د سلاکار په وينا ددغه پروژې ٤٠ ميليونه ډالر لګښت د اسيايي بانک له پور او ٢٢ ميليونه ډالرد المان هېواد له بلا عوضو مرستو څخه ورکول کيږى . د بريښنا مزي به حيرتان ، مزار ،پلخمر او کابل ته وغزول سي ، چي د مزار او پلخمري د سب سټيشن جوړولو لګښت المان ورکوي . ",٣٠٠ ميګاواټ بريښنا افغانستان له ازبکستانه پيري 672,حقمل," افغان ولسمشر حامد کرزي له امريکايي سناتور جان کيرى سره په کتنه کې هيله څرګنده کړه چي نړيواله ټولنه او امريکا د بريښنا ، د کرنيز سيستم د ميکانيزه کولو ،د پوليس دروزنې او يو شمير نورو اړينو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي . جان کيرى د هند او پاکستان له سفر وروسته د يکشنبې په ورځ کابل ته راورسيد او په بګرام کې يې د امريکايى ځواکونوله فوځي اډې څخه هم ليدنه کړې .کيرى د افغانستان د ملي شورا د جوړيدو په اړوند کرزى ته مبارکي وويله او دافغانستان د لاس ته راوړنو او پرمختګ څخه يې خوښي څرګنده کړې . دا لومړۍ ځل دى چي جان کيرى له افغانستان څخه ليدنه کوي . ",کرزي له امريکايي سناتور سره کتلي . 673,,"   دژورنالیزم دنړیوال مرکز له اړخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرکز دهیواد په پلازمینه کابل، ننگرهار، کندهار او هرات کې خبریالانو ته یو لړ روزنیز ورکشاپونه پیل کړي. ١٦٠ خبریالانو ته په اوو موضوعگانو دارپور ورکولو روزنه ورکول کیږي چې پکې روغتیا، بشري حقونه، چاپیریال ساتنه، پوهنه، دجندر مسایل، بیارغونه، اقتصادي پرمختیا او دقانون پلي کول شامل دي چې په دریو اونیو کې به ترسره شي. دغه راز دغه مرکز وایي چې دروان کال دفبروری په میاشت کې په بلخ، کندز، بامیان او خوست کې هم روزنیز پروگرامونه پیلوي. ددې پروژې مالي لگښت اروپايي ټولنه ورکوي چې پنځه مطبوعاتي موسسې دژورنالیزم نړیوال مرکز، پژواک خبري اژانس، کلید دIPS نړیوال اژانس او دسیارې مطبوعاتي موسسه برخه لري. ",دژورنالیزم نړیوال مرکز لخواخبریالانو ته روزنه ورکول 674,حقمل," د جاپان د کيودو خبري رسنۍ د خبر له مخې نن د جاپان په وخت په لسو بجو د امريکا يو وزر اف ١٥ الوتکه د اوکيناواى جزيرې ته نيږدې رالويدلې او پيلوټانو يې ځانونه ژغورلي دي . خبرى وايى رالويدلې الوتکه په اوکيناوا کې دکادينا په هوايي اډې پورې اړه لرله چي د غورځيدو لا مل يې نه دى په ګوته شوى . ",د امريکا جنګي الوتکه د جاپان په اوبو کې لويدلې . 675,," نن سهار د طولکرم په ښار کې د حماس غورځنګ ٢٤ کلن مشر محمود ثابت عياد په يو نيښته کې د اسرائيلو ځواکونو له خوا وژل شوي دي .اسرائيلي فوځي سرچينو اعلان کړى چې تيره شپه يې ٨ تنه فلسطينيان په کرانه باخترى کې بنديان کړى دي . ",د حماس غورځنګ يو ځوان مشر وژل شوي . 676,,"     دامريکا د متحدو ايالتونو څيړنيز فضايي مرکز (ناسا) به نن يوه نوې فضايي بيړۍ هوا ته وتوغوي.       دغه بيړۍ به د يو شپيته متريزه پياوړي او ګړندي راکټ په مرسته چې خپل ځواک د وړانګنو (راډيو اکتيف) توکو څخه ترلاسه کوي، فضا ته وتوغول شي. د سمبال شوي پلان له مخې، دا بيړۍ به په دوه زره و پنځلسم ميلادي کال کې پلوتو ستوري ته ورسيږي.      کارپوهان په دې اند دي چې اوس مهال ځمکې ته د مشتري سيارې د نژدې کيدو له امله، دخاورينې کرې جاذبې په نسبي توګه کمښت موندلی او که د دې بيړۍ توغول د فبروري مياشتې تر درېيمې پورې وځنډيږي، نو دا فرصت به له لاسه ووځي او دا کار به دوه زره و اتلسم ميلادي کال ته وځنډيږي. ددغې بيړۍ د توغولو موخه د لمريز نظام په دوه وو له لمر څخه ليرې ستورو (نپتون او پلوتو) کې علمي څيړنې دي.      دغه راکټ چې شپيته متره اوږدوالی لري، د امريکا د متحدو ايالتونو په فلوريدا ايالت کې د کاپي کانويرال له فضايي مرکز څخه توغول کيږي. ",ناسا نن يوه نوې فضايي بيړۍ توغوي. 677,,"   دهرات ولایت ښاروال ویلي چې دایټالیا هیواد ورسره مرسته کوي په مرسته کې به روغتونو ته دانټرنيټ لیکه تړل دایټالیا دهیواد دویرینا ښار سره وي درې موټر به دښار دپاکولو پرموخه ښاروالۍ ته ورکوي او داوروژنې په برخه کې به هم مرسته کوي. ",ایټالیا دهرات له ښاروالۍ سره مرسته کوي. 678,حقمل," يوې انګريزي ژبې خپرونى ليکلي چې په ٢٠٠٥ زيږديز کال کې څه ناڅه ٣٩ هوايي پېښې په نړۍ کې شوي چي په کې ١٠٥٠ تنه وژل شوي دي . دغه کچه د تيرو پنځو کلونو په پرتله ډيره جګه ده ، ځکه په ٢٠٠٤ کال کې ٢٨ وژونکي هوايې پېښې رامينځ ته شوې وې چي په کې ٤٦٦ تنه وژل شوي وو. ددغې خپرونې مشر دهوايي مرګ او ژوبلې له مخې تير کال يو ناهيلۍ کال وباله او زياته يې کړه چي د تير کال ډيره قربانيان ملکى سپرلۍ دي . د يادونې وړه ده ،چې په ١٩٩٦ کال کې په نړۍ کې ٥٧ هوايي پېښې رامينځ ته شوې ،چي په کې ١٨٤٠ تنه وژل شوى وو . ",تيرکال ١٠٥٠ تنه په هوايي پېښو کې مړه شوي دي . 679,حقمل," د امريکا د ولسمشر مرستيال ديک چيني منځنى ختيځ ته د خپل سفر په لړ کې پرون ماښام مصر ته رسيدلۍ او ددغه هېواد له ولسمشر حسنى مبارک سره يې د عراق ، لبنان ، سوريې ،فلسطين او اسرائيلو او يوشمير نور سيمه ايزو او نړيوالو موضوعاتو په هکله خبرې اترې کړي دي. دورځې په وروستيو کې به ديک چيني سعودى عربستان او له هغو وروسته کويټ ته لاړ شي . مصر او اسرائيل په سيمه کې د امريکا ډيرې مرستې تر لاسه کوي . په دغه سفر کې به د ايران پر اتومي مسله هم له عربي مشرانو سره خبرې وکړي . د ديک چيني سفر پر داسې مهال منځني ختيځ ته کيږي چې د اسرائيلو لومړۍ وزير لا بېسده په روغتون کې پروت دى . ",ديک چيني منځني ختيځ ته رسيدلۍ . 680,حقمل," د قرغيزستان د مجلس مشر عمربيګ تکه بايف تيره شپه په ټينګار سره ويلي قرغيزستان په پام کې لري ، چي خپل هېواد کې به د امريکاد هوايي اډې کلنۍ اجاره ٥٠ ميليونو ډالرو ته جګه کړي .د امريکا هوايي اډه ( مناس ) بشکيک ته نيږدې په زر هکتاره ځمکه کې پرته ده ، چي له دغه اډې څخه په افغانستان کې عملياتى چارې ترسره کيږي . د قرغيزستان ولسمشر قربان بيګ باقي يوف هم تيره مياشت له واشنگټن څخه د زياتې اجارې غوښتنه کړې وه . ",قرغيزستان د امريکايى اډې اجاره لوړه وي . 681, ګل آغا احمدي وردك,"  ګل آغا احمدي وردك په خپله ژبه ليكل او لوستل د هر انسان طبيعي حق دى او نوموړى حق د اسلام د مبارك دين اساساتو، آسماني لارښوونو، د بشر د حقوقو اعلاميې او ټولو معقولو اړخونو انسان ته روا ګڼلى دى. په همدې توګه د خپل دغه راز حق غوښتنه يو اسلامي او روا عمل ګڼل كيږي. له بلې خوا د خپل حق غوښتنه د نورو د حقوقو د ضياع او مخنيوي په مانا هم نه دى بلكي هغه بختور كار دى چې انسان ته هر اړخيزه علمي، ذهني، فرهنګي او ټولنيزه ښكلا ور په برخه كوي. د هيواد په پلازمينه او ولايتونو كې د پښتو ژبې پراختيا او په پوهنيزو بنسټونو كې د هغه رواجول د افغان ولس هر اړخيز حق دى او نوموړى كار په هيواد كې د نورو ژبو سره د تضاد او يا هم د هغه د كمزوري كولو په مانا نه دى بلكي د هيواد هر وګړى حق لري چې د اساسي قانون په رڼا كې د خپلې ژبې پراختيا ته هڅې وكړي، خپلې ژبې ته وده او پراختيا ور كړي. د افغان ولس هر بچى دغه راز هڅې ستايي او د هيواد د كلتوري بډاينې لپاره يې يو نيك ګام ګڼي. كه چيرې زموږ هر هيوادوال د هيواد خپلې ملي پښتو ژبې ته له احترام سره يو ځاى په خپله مورنۍ ژبه مسلط او په هغه باندې ليك لوست و كولاى شي نو بيا خو كه خداى (ج) كول ډير ژر به افغانستان د پوهنيزو ښكلاوو د سمسور پسرلي رنګارنګ ګلونه د خپلې هر اړخيزې ښكلا د ليلا له كمڅو څخه را تاو كاندي. د روان ۱۳۸۴ هجري لمريز كال د مرغومې د مياشتې په ۱۰ نيټه د ټول ا فغان د بريښنايي پاڼې له لوري خبر خپور شو چې د هرات د ولايت د شينډنډ سپين ږيرو، مشرانو او زياتو اوسيدونكيو له حكومتي چارواكو څخه غوښتنه كړيده څو د دوى په سيمه كې خپلو ماشومانو ته د ليك لوست زمينه په خپله مورنۍ پښتو ژبه برابره شي او ګواښ يې كړى دى چې كه چيرې د وخت چارواكي دا كار و نه كړي نو خپل ماشومان به ښوونځيو ته له تګ څخه منع كړي. په همدې توګه نوموړى خبر د آزادۍ د راديو له لارې هم خپور شوى دى. ځينو ليكوالو د پښتو ژبې يون ته د خپلو هڅو په لړ كې دغه ګام د لومړي بري په توګه ګڼلى او د هيواد په پلازمينه او ولايتونو كې يې له هيوادوالو څخه د ورته غږ پورته كولو هيله كړيده. په همدې توګه ځينو هيوادپالو ليكوالو د هيواد له ولسمشر، حكومتي لوړ پوړو چارواكو، او د ښوونې او روزنې له بهير څخه په كلكه غوښتنه كړې ده چې د هيواد د اساسي قانون په رڼا كې دې د افغان ولس دغه برحقې او قانوني غوښتنې ته په سطحي شكل نه ګوري بلكي افغان ولس هيله لري او په كلكه له خپلو چارواكو څخه غواړي چې نور يې نو د خپل دغه ديني، ملي، قانوني او ټولنيز حق څخه محروم و نه ګرزوي او نه يې هم په خپلو ماشومانو د بلې ژبې زده كړه تحميل كړي. په همدې توګه افغان ولس د هيواد په پلازمينه او ټولو ولايتونو كې له فرهنګې كړيو، ليكوالو، شاعرانو، حكومتي چارواكو، سپين ږيرو، مشرانو، د ولسي او مشرانو جرګو له وكيلانو څخه هيله لري چې په يوه آواز د خپلو دغه راز روا حقوقو د لاسته راوړلو لپاره په يووالي او ټينګ هوډ سره غږ پورته او خپلې غوښتنې په دې ډول مطرح كړي: لومړى: د هيواد د پلازمينې كابل په ټولو ښوونځيو كې له لومړي ټولګي څخه نيولي تر دولسم ټولګي پورې د نور ژبو د ټولګيو تر څنګ دې په پښتو ژبه ټولګي هم تشكيل شي او دا كار كوم سخت او ناشونى كار نه دى بلكي ډير ژر يې د عملي كيدو چانس شته دى. بايد وويل شي چې د كابل د ښار په هره ښوونځۍ او ليسه كې د پښتو ژبې د زده كوونكو او ښوونكيو شمير د نورو ژبو له ويونكيو څخه زيات دى. بل دا چې زموږ هيواد په پښتو ژبه نصاب او كتابونه لري خو يوازې شايد د يو څه پښتو كتابونو چاپولو ته اړتيا وي چې حكومت ته نوموړى كار يوه جدي ستونزه نه شي ګڼل كيداى. نوموړى كار هله شونى دى چې په كابل كې اوسيدونكي پښتانه په پراخه پيمانه او د خپلو سوله ايزو هڅو په بنسټ دغه غوښتنه د ښوونې او روزنې او نورو حكومتي چارواكو په وړاندې په كلكه توګه مطرح كړي. لومړى دې د هيواد ولسمشر او بيا دې د ښوونې او روزنې وزارت ته خپلې غوښتنې په جدي او ټوليزه توګه وړاندې او خپل دغه ملي، اسلامي، قانوني او ټولنيز حق دې اعاده كړي. دوهم: له ټولو افغان خواخوږو حكومتي چارواكو، كلتوري كړيو، ليكوالو, شاعرانو او د پښتو ژبې له مينه والو څخه هيله كيږي چې خپل دغه مبارك يون نور هم ګړندى او د عمل ډګر ته يې وړاندې كړي. په دې توګه دې خپلې غوښتنې تر هغه مهال پورې په جدي توګه د هيواد د ولسمشر او چارواكو غوږونو ته ورسوي تر څو چې يې په دې اړه يوه كوټلې عملي ژمنه نه وي تر لاسه كړي. البته د نوموړى كار ښه شونتيا هغه مهال رامنځته كيداى شي چې نوموړې غوښتنې د يوه غوره نظم او يووالي په فضا كې تر سره شي او په ټوليزه توګه د هيواد د ولسمشر دفتر او د ښوونې او روزنې وزارت ته يووالي سره غوښتنليكونه او عريضې وړاندې شي. دريم: د دې لپاره ژورې هلې ځلې په كار دي چې د هيواد د پلازمينې او ولايتونو په ټولو حكومتي دفترونو كې د پښتو ژبې ليكدود، په پښتو ژبه باندې د اسنادو، عرايضو او مكتوبونو ليكل او دفتري امورو ته د پښتو ژبې ليږدول رواج كړي. د دې كار لپاره داسې يوه پراخ او هر اړخيز كار ته اړتيا ليدل كيږي چې افغان ولس د ټول هيواد په كچه د خپلې ژبې له اهميت او پراختيا څخه په پوره توګه خبر كړاى شي او هغه خطرونه ورته په ګوته شي چې زموږ ملي ژبه د ګوښه كيدو په لوري بيايي. دريم: د هيواد د ښوونې او روزنې په ټولو لوړو تحصيلي موسساتو او پوهنتونونو كې هم بايد نوموړى اصل په كلكه توګه په پام كې و نيول شي او كه يو ليكچر په بله ژبه وي نو يو ليكچر دې هرو مرو په پښتو ژبه وي. البته بايد وويل شي چې كه نور هيوادوال په پښتو ژبه نه پوهيږي نوموړى كار د هغه سستي او لټي ده ځكه چې بهرنۍ ژبې زده كيداى شي خو خپله د هيواد ملي ژبه نه شي زده كولاى. كه پښتانه د هيواد نورې ژبې زده كولاى او له هغه سره هيڅ راز حساسيت نه څرګندوي نو نور ښاغلي ولې دا كار نه شي كولاى؟ څلورم: بيا هم د يوه ملي او هر اړخيز يووالي په توګه دې د هيواد په پلازمينه او ولايتونو كې ټول پښتانه هټۍ وال، دوكانداران، روغتيا پالان او هر راز كاركوونكي د هيوادنۍ مينې په توګه او خپلې ژبې ته د خدمت په موخه د خپلو پلورنځيو او كارځايونو لوحې او سرليكنې په پښتو ژبه وليكي. بايد وويل چې نوموړى كار د هغه په كاري پروسه باندې كومه منفي اغيزه نه كوي بلكي د زياتو مثبتو اغيزو درلودونكى دى. د پښتو ژبې د ودې او پراختيا لپاره زياتو عملي ګامونو ته اړتيا شته چې ځينو عملي ګامونو ته يې اشاره وشوه دا او د دې په څير نور داسې ګټور ګامونه كولى شي چې د هيواد په پلازمينه كابل او د ولايتونو په پوهنيزو موسساتو، حكومتي دفترونو، ښوونځيو، ليسو او پوهنتونونو كې د پښتو ژبې د حقوقو له اعاده كولو سره مرسته وكړي. پښتو ژبه او د هغه وده د هر افغان طبيعي حق دى او نوموړى حق هله تر لاسه كيداى شي چې د خپلې خوږې پښتو د هراړخيز رواجولو او د هغه د حقوقو د اعاده كولو لپاره په پراخه پيمانه كار پيل شي. په دې ځاى كې د ټولو افغانانو تر منځ اخلاص، يووالى، ورورګلوي او خپلې ژبې ته ژور عملي احترام تر ټولو غوره ګامونه دي. په ښوونيزو موسساتو، حكومتي دفترونو او ټولنيز ډګر كې د هغه پراخ رواجول د نوموړي يون يوه اساسي برخه ګڼل كيږي هيله ده چې دغه لړۍ ته د پوره برياليتوب تر څوكې پورې پيمانه دوام وركړاى شي. ",د شينډنډ غږ د افغانستان غږ 682,," جلالزی = کابل د افغانستان له خاوری د ترکمنستان د گازو لیږدونه به پاکستان ته د دریو هیوادو په گټه وي  دا ټکی د افغانستان د کانو او صنایعو وزیر انجینر صدیق څر گند کړ. نوموړي وزیر چه په پاکستان کښي د ترکمنستان او پاکستان د لوړ پورو چارواکو سره خبري کولې وویل چه افغانستان د گاونډیو هیوادو سره د مرستي کولو لیوال دی . د پاکستان له ا ړخه د سون موادو وزیر امان الله خان جادون بیا وویل چه دا خبري ډیري اغیز مني وې او راتلونکې غونډه به په راتلونکي میلادي میاشت فبروري کښي د ترکمنستان په پلازمینه عشق اباد کښي تر سره شي . د دې ملیون ډالري پروژې په گټه اخیستني سره به د ترکمنستان گاز د افغانستان له خاوري تیر او پاکستان ته به ورسیږي . د اقتصادي چارو ماهرین وایي په دی کار سره به په کال کښي په ملیونونوډالره افغانستان ته دټکس له لاري په لاس ور شي . له بل لوري د دی پایپ لاین په غزیدو سره به په زرگونو تنه افغان وگړي له بې اوزگارۍ وژغورل شي ",دافغانستان له لاري ګازتېرول دريو هيوادونو ته ګټه رسوي 683,," جلالزی = کابل د مرغانو د والگي د ناروغۍ د لمنځوړلو لپاره د مرسته کونکو هیوادو کنفرانس د چین په پلازمینه  کښي پیل شو  ویل شوی بډایه کدونکی هیوادونه به په دې کنفرانس کښي د هغو یو اعشاریه پنځه بلیونه ډالرو په سر خبري وکړي چه نړیوال بانک د دې ناروغۍ د کنټرول او لمنځوړلو لپاره  اړین بللی و و . د نړیوال بانک یو مامور جی مادم وویل که دا پیسې برابري شي نو زمونږ ډیري هیلي به پوره شي . په دې دوه ورځنۍ غونډه کښي چه د 80 هیوادو د استازو په گډون نن سهار په پکین کښي پیل شوې گډون کونکي به د اړینو ډالرو د برابرولو پر سره سره تودې خبري وکړي . د روغتیا نړیوال سازمان تیره ورځ وویل چه یوه 13 کلنه پیغله په همدې ورځ د چرگانو په والگي له اخته کیدو وروسته مړه شوه . د نوموړي د کورنۍ دوه نور غړي هم په دې ویرس اخته پیژندل شوي . دې وژونکي ناروغۍ په ترکیه کښي هم څلور تنه وژلي او گڼو نور پرې اخته ښودل شوي دي . ",د مرغانو د والگي د ناروغۍ پر ضد نړيواله غونډه جوړه شوه 684,," جلالزی = کابل د ایران د تیلو د لوړ والي خبر په افغانستان کښي د سون د موادو په بیعو هم اثر واچاوه  وروسته له هغه چه د ایران د اقتصاد وزیر وویل که یې په هیواد د نړیوالو له خواه هر راز فشارونه په دې نامه چه ایران د  اتومي انرژۍ برابرول ودروي واچول شي نو هیواد به یې د تیلو بیعه نړیوالو ته لوړه کړي . ایران ویلي د اتومي موادو بډایه کول یې د وسلو د جوړولو په موخه نه بلکه د سولیزو موخو په منظور دی . د ایران د اقتصاد وزیر داود دانش جعفرې دې خبردارې د نایجریا د تیلو د تولید په کارځایونو هم اثر کړی او له نایجریا نه د لیږدونکو تیلو بیعه هم د پخواه په پرتله لوړه شوې ده . له دې خبري وروسته د آلمان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر گرنوت ارلر ویلي چه ایران به په هند او چین د نفتي موادو په خرڅلاو کښي هیڅ زیاتوالی را نولي ځکه دا دواړه هیوادونه ورسره په گډه د انرژۍ په پیاوړتیا کښي روان دي . خو د نفتو لوړ والی به اروپا او امریکایي او هغو هیوادو اثر واچوي چه د امریکا له خواه یې ملاتر کیږي . د اقتصادي چارو مهارین بیا وایې چه ایران په ورځ کسی له دوه نیمو تر دریو ملیونو بیلرو تیل تولیدوي او دوي هم د تیلو د پلورلو بازارونو ته اړتیا لري او دا کیدای شي  چه یو بی عمل خبر داري وي خو د تیلو بیعي به په نریوالو بازارونو کښي دم گړی یوڅه وچتي کړي . ",د ايران د تيلو لوړوالی پر افغانستان هم اثر واچاوه 685,," ډاكتر بدين خيل _ كابل د جنوري د مياشتي په پنځلسمه نيټه د پاكستان د دي نيوز په ورځپاڼه كي د ګلبدين حكمتيار يو اوږد مضمون خپور شوي،چي په دي مضمون كي هغه په نورو خبرو برسيره د طالبانو په ناكامي هم ږغيدلي اودالاملونه يي څيړلي چي دادي تاسوته وړاندي كيږي د طالبانود ناكامي لاملونهطالبانو په افغانستان كي يو طلايي فرصت درلود اوډير مهم كارونه يي كولاي شول چي سرته يي ورسوي، خو له بده مرغه هغوي ځيني ستري تيروتني وكړي۱- سره لدي چي حزب اسلامي د اسلامي غورځنګ يومخكښ ځواك او د جهاد په مهال د مقاومت د ملا تيروو، هغوي د بهرني ځواكونو په لمسه د حزب په وړاندي جګړه پيل كړه، اسلامي داعيي ته دخدمت لپاره دوي بايد د حزب سره همكاري كړي واي، خو له بده مرغه د دوست او دښمن ترمنځ دنه توپيرله امله د وي دخپلو طبيعي دوستانو سره په جګړي بوخت شول او په دي توګه يي اسلامي داعيي ته ستره صدمه ورسوله.۲- د جنرال مالك په شان پريو كمونست جنرال باور اوله هغه سره د يوي معاملي پربنسټ شمال ته په زرهاوو د اسلامي جنګيالانو ليږدونه داسي وه لكه د ليوانو مخ ته دهغوي اچول.يوه ورته تيروتنه پر دوستم باور او هغه ته د زرهاوو مجاهدينو سپارل وو چي ټول قتل عام شول. په دي دواړو تيروتنوكي تر لسو زرو زيات طالبان قرباني شول، په دي شميركسانو كيداي شول په ټول هيواد واكمني وساتل شي او نور ډير ستر كارونه ترسره شي.۳- د پاكستان په استخباراتو غوڅ باور او دهغوي اراكينوته د ازادانه كاراجازه وركول ، او په ټول هيواد كي ګرځيدوته پريښودل. بالاخره همدادپاكستان استخبارات و،چي له امريكائيانوسره يوځاي شول او د طالبانو د رژيم درا پرځولو په خاطر يي هغوي ته سم مالومات او لارښووني وركړي او تر ۵۰۰ زيات طالبان يي امريكا ته وسپارل.۴- د ښوونځيو او پوهنتون په وړاندي د طالبانو، نه خواخوږي او د ښځو د تعليم سره ددوي ضديت يوه بله ستونزه وه. ددي پرځاي چي د ښوونځيو او مدرسو د نصاب ښه ټكي سره يو ځاي كړي او يو د منلو وړ واحد نصاب تري جوړ كړي، طالبانو د مدرسو په زوړ او دوديز نصاب ټينګار درلود ، هغه نصاب چي په تيرو څو سوه كلونو كي د اسلام د اصلي رو ح او قوانينو سره اشنا ديو ديني عالم په وړاندي كولو كي پاتي راغلي وو.په دي سيستم كي پخواني منطق سره مينه او هومره وخت چي دغو قديمي قوانينو اواصولوته وركړه شوي، قراني تعليماتوته په وركړل شوي وخت غلبه كوي او كله كله خو قراني ښووني له پامه غورځول كيږي ، حتي چي د قران د تدريس په وخت كي هم ټوله پاملرنه د عربي ژبي ګرامري اصولوته وي، په داسي حال كي چي د حضرت محمدص په مدرسه كي دهغه يارانو لكه حضرب بلال حبشي، صهيبً الرومي او د سلمان فارسي بي له هغو ابتدايي زده كړو( د عربي ژبي ګرامر ) چي په اوسني مدرسو كي ضروري ګنل كيږي د قران زده كړي كولي ، د بده مرغه حتي چي د ليكلو، لوستلو ار رياضي مهارتونوته پراختيا وركول هم د مدرسو په اهدافو كي شامل ندينوداهغه لاملونه وو،چي دطالبانودناكامي موجبات يي برابركړل ",دطالبانودناكامي لاملونه اودحكمتيار څرګندوني 686,," بېنوا ويبپاڼه ستاسو د وړو او غټو تجارتي شرکتونو او دکانونو سوداګريزي خبرتياوي ستاسو د خوښي سره سم  ښکلي او په زړه پوري ډيزاينوي او په مناسبه بيه يې خپروي . د اعلانونو دلاري لاسته راغلي پېسې د بېنوا فرهنګي ټولني له خوا دافغانستان په ملي رسمي ژبه د علمي ، تاريخي او ادبي کتابونو د خپراوي په لاره کي خرڅېږي . بېنوا فرهنګي ټولنه کله ، چيري او څنګه رامځته شوه : دا ځای کليک کړی دکاروبار د پراخېدو تر څنګ د خپلي ژبي او کلتور په پراختيا کي هم برخه واخلی .           موږ ته په لاندي شمېرو زنګ ووهی :  او يا برېښناليک راولېږی . په اروپا کي د بېنوا فرهنګي ټولني څانګه : 0031235403129 په امريکا کي د بېنوا فرهنګي ټولني څانګه :0015185428482 info@benawa.com   ",افغان سوداګرو ته او شرکت لرونکو ته زېر‌ﺉ 687,محمد اکبر شهیم کندهار," څرنګه چي په  ګران هیواد افغا نستان کي امنیتي حالت ورځ په ورځ مخ په خرا بیدو درومی، او د هیواد جمهو ریًس او نور لوړ پوړي چارواکي هم په دې عقیده دي او خبر دا ری ور کوی چې که که نړي غوا ړی د تروریزم او وهشت اچونی سره مقابله وًکړی او کمزوری او یا د منځ ییً یوسی نو په افغانستان کی دی د امنیت پ ټینګو لو او د تروریزم په له منځ وړلوګی د افغانانو سره یوځای پوره هڅه او هاند وًکړی تر څو تروریزم او وهشت اچوًنه په هسته کی د منځه یو سو، او په دی ویره کی دی چي که دوی ونه غواړی امنیت ټینګ او  تروریزم ورکړی نو په خپلو ملکونو کی دی دتروریزم او وهشت اچونی څخه خپل ملتو نه وساًتی او افغانستان به یو ځل بیا د تروریزم او وهشت اجونی په یو لوی مرکز بدل شی، نو زما په فکر دا ټول په دی معنا دی چي دافغان ملت او وطن  څوک د سا تنی او دفاع نه لری، او همدا بهرنی قوتونه دی چی د افغان ملت او وطن ساتنه کوي خو ښه به دا وی په خپله مټی را بډ وو او فکر په کا ر واچوً او د خپل ملت او وطن د ساتنی لپاره منظم پلا نونه جوړ کړو، او د دی طلا ییً چانس څخه پوره ګټه پور ته کړو دوطن او ملت د امنیت او آزادی ساتنه تر نورو ټولو ګټو،پرمختګونو او ابادیو څخه بهتره وګڼو،نور تر خاریجی مشاویرنو چی یوزیاته اندازه پیسی د دوی په معاشونو مصرفیږي او د ډیرو لوکسو لنډ کروزرونو څخه چی هر یو چارواکي په کی سپور وې او دوو یا دری نور هسی پسی منډی وًهی تیرشو او ځنی نور دا سی د آ بادی کارونه چی د هغوی اهمیت د د ملت او وطن د ساتنی او دفاع څخه کموی تیر شو او د ا ټو لی پیسی چی په دی کارو ، مشاویرینو او موترا نو لګیږی  دوطن او ملت په امنیت او آزادی او دفاعی  سامان التو وًلګوو، او خپل فوځ او ملی پلیسو ځواک ښه قوی کړو ځکه چی همدا د فوځ او ملی پلیسو ځواک دی چی په هر هیواد کی د هر څه د ملا تیر بلل کیږی ښه نمونه زمونږ ګاونډیان دی چي نیم په نیمه د ملک بودیجه د خپلوملکونو په دفاع لګوی،څه به کوو چی مکتب جوړ وی  خو بند، څه به کوو چی سړک جوړ وی  خو تګ را تګ لپا ره نه، څه به کوو چی کلینیک جوړ وی  خو ډاکټر د ور تګ څخه بند وی، څه به کوو چی برق جوړ وی  خو ورځ په ورځ په بمونو الوًزول کیږي، ، څه به کوو چی  پارلمان  او وزیران لرو خو په کورونو کی او څه به کوو چی اختر وی خو د مر ګونو سره ...................... بل اخره ښه به داوی چي بیا مهاجر او در په دره نشو او دلی په خپله خاوره کی په خا مه سړکونو، او بایسکلونو باندی خپلو وظیفو ته تګ او را تګ وًکړو، تر خیمی لاندی سبق ووایواو پری کوزاره وکړو نه دا چي د لوړو خواهشاتو په فکر مو دا نسبی امنیت او طلاییً چانس د لاسه ورکړی وی، چي بیا به نه خیمه، نه خامه سړک، او نه هم با یسکل وی او دا هر څه به مو د لا سه ورکړی وی، نو را ځی چي په ګډه فکر و کړو او تر هر څه اول د ملت ،هیواد، آزادی، امنیت لپاره کار وکړو او مصرف پری وکړو تر څو به د خارجیانو په تمه ناستیو او د هغوی احتیاج به کوو.  دلوی څښتن په پنا کی مو غواړم د ګران هیواد تل پا تی آزادۍ، سوکالۍ او امنیت په ستره هیله! محمد اکبر شهیم         کندهار              ",اوس به ازادي سا تو بيا به ابا دي کوو 688,محمد اسرار - ننګرهار," اوبه او برېښنا اوبه د الله پاک يو نعمت دي او داسي نعمت دي چي بي له اوبو څخه ژوند کول ناممکن دي او الله پاک څومره مهربان ذات دي چي دغه عظيم نعمت يي مونږ ته وړيا راکړيدي، او الله تعالي مونږ ته اختيار راکړيدي چي دغه عظيم نعمت د خپلي فايدي لپاره استعمال کړو. له اوبو څخه د زراعت لپاره استفاده کوﻻي شو، د ورزني ژوند  لپاره استفاده کوﻻي شو او همدارنګه دبريښنا د توليد لياره تري استفاده کولاي شو او نور. په اوسني وخت کي بريښنا دژوند له ډيرو ضروري وساييلو څخه ده او دا ډير د فخر خبره ده چي مونږ د بريښنا دتوليد لپاره ډيري ښي زيرمي لروخو متاْسفانه چي مونږ دغه زيرمي نشو استعمالولي، زمونږد ګران وطن افغانستان په هر ځاي کي دبريښنا دتوليد لپاره ډير مناسب ځايونه موجود دي چي په ډير کم لګښت سره پري د اوبو او بريښنا بندونه جوړيداي شي.لکه د مثال په ډول په کنړ، لغمان،بدخشان، کندز، بلخ، هلمند او دهيواد په ډيرو نورو وﻻياتو کي. په تيرو څلورو کلونو کي خارجي ملکونو مونږ سره ډيري زياتي مرستي کړيدي او په راتلونکي کي هم کيدايشي چي نور کمکونه له مونږ سره وشي، خو دا کمکونه بيرته خارجي ملکونو ته ورځي دا ځکه چي خارجيان دلته راځي کار کوي او په مقابل کي يي ډير لوړ معاشونه اخلي يعني اکثره يي د مياشتي له لس زره ډالرو څخه زيات معاش لري نو د مرستو زياته برخه په بيرته خارج ته ځي. او کار يي هم نه معلوميږي چي څه کوي خو که ځمونږ دولت دي ته يو منظم پلان جوړ کړي او دغه پيسي په بندونو او نورو ګټورو پروژو مصرف کړي نو که خارجيان يي وړي نو يو څه کار به يي مونږ ته هم را پاتي کيږي، او مونږ چي د بريښنا په اخستلو کومي پيسي مصرفوو هغه بايد چي په بندونو مصرف شي.  بله خبره د بريښنا چي ځمونږ دولت يواځي ښارونه مهم ګڼي او وايي چي کابل او نور ښارونه څومره بريښنا ته ضرورت لري ايا يواځي د ښار اوسيدونکي انسانان دي چي بريښنا ته ضرورت لري او د اطراف اوسيدونکي انسانان ندي يا هغوي بريښنا ته ضرورت نلري، نه داسي نه ده ټول افغانان بريښنا ته ضرورت لري او بايد د ټولو غم وخوړل شي، همدا اوس هرات ته د بريښنا دلينونو دراغزولو کار شروع دي، مزار، پروان، جوزجان او ځينو نورو وﻻياتو ته د بريښنا د لينونو د غزولو کار شروع دي خو دهلمند څخه نيولي بيا تر کنړ پوري چي د پښتنو وﻻيتونه دي چا يي د بريښنا غم ندي خوړلي او نه چا وييلي چي دغه وﻻياتو ته له فلاني ځاي څخه بريښنا اخستل کيږي ازبکستان او ترکمنستان که بريښنا لري خو پاکستان يي هم لري ولي د ننګرهار، پکتيا، خوست، کندهار، زابل او هلمند لپاره له پاکستان څخه بريښنا نه اخستل کيږي، څه موده وړاندي دبريښنا محترم وزير صاحب وويل چي له ازبکستان څخه بريښنا اخلو په پنځه کالو کي به کابل ته راورسيږي او بيا به يي له کابل څخه جلال ل اباد ته ورکړو، چي هغه به هم لس کاله وخت نيسي، خو که له پاکستان څخه وپيرل شي وخت به کم ونيسي او جلال اباد ته به بريښنا راورسيږي. خو افسوس چي هلته پښتانه اوسيږي او هغوي  د بعضي مشرانو په اند بريښنا ته ضرورت نلري. بله خبره د پاکستان له يو وزير څخه مي يوه ورځ واوريدل چي پاکستان غواړي چي څومره زر کيدايشي په کاﻻباغ ډيم کار شروع کړي او د هغوي په نظر کله چي د کاﻻباغ ډيم شروع شو نو بيا مونږ حق نلرو چي د کنړ په سيند بند جوړ کړو نو ددي مشکل لپاره بايد ځمونږ دولت چي څومره زر کيداي شي په کنړ سيند د بريښنا د بند کار شروع کړي چي  دپاکستان تمه هم پري شي. او تاجکستان هم په امو سيند باندي دبريښنا بند جوړوي چي بيا به دا بريښنا په مونږ وپلوري نو ولي مونږ  په خپله دغه کار نکوو. نو که چيرته ځمونږ دولت دي کار ته توجه وکړي نو دا به ځمونږ لپاره يوه حياتي کار وي. په درنښت محمد اسرار جلال اباد ",له تاجکستانه داموسيندبرېښنااخلوولي خپله نه جوړو؟ 689, محمد يوسف خدمتګار مزدورزوی,"    څوک می چا پورئ تړي او څوک دچا  خبر نه شول څوک دزړه په حال  زما    له اغياره مې ګيله او مانه نه شته  ګيله من  يمه  له خپل خواږه  اشنا    ما ئي تمه دقيا مت پورې کو له  ده په دې نړۍ کې لاس واخيست له ما    زه دې تل تر تله خوښ غواړم دلبره  خير که تا يمه شړلئ  بينوا    انتقام زماد ميني خاصه نه ده  ته کوه خپله جفا زه به وفا    (خدمتګار)به درنه ځارخپله ځواني کړي  په يو وخت به شي حاصله ستا رضا    محمد يوسف خدمتګار مزدورزوی کلاکرويک ناروې    ١٣٨٣ل ه کال لړم     ",بینوا 690,حقمل," د کرنې وزير عبيدالله رامين بينوا سره په مرکه کې ويل چې د لندن ناستې ته به پنځه کلن کرنيز ماسټر پلان وړاندې کړي ، چې د پلي کولو له پاره يې دوه نيم مليارده ډالر لګښت راځي .ده ويل په دغه پنځه کلن پلان کې به څه ناڅه ٦٠٠ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي . په دغه پلان کې د ٤٠ ميليونو نيالګيو او ونو کينول ،د باغدارۍ پراختيا ، د وړو او لويو کانالونو، بندونو او يو شمير خصوصي فابريکو جوړول ، د وچو ميوو پروسس اود کوکنارو د نه کر په موخه بزګرانو ته د ١٥٥ ميليونو ډالرو دلنډ مهاله او اوږد مهاله پورونو ورکول شامل دي . ",کرنيز ماسټرپلان به دلندن کنفرانس ته وړاندې شي . 691,," له پېښوره دنندارې راپور: پېښور کې د عوامي نيشنل ګوند مشرانوتېره جمعه باجوړ کې شوې حملې وغندلې او وې ويل چې قبايل بېګنا وژل کيږي ،په داسې حال کې چې سيمي ته بهرني اورپکي د پاکستان استخباراتو راوستا او دوى د استخباراتو مېلمانه دي نه د قبايو -اسفنديارولي وويل (دامريکي مقامات وايي چې تر حملې مخکې يې پاکستان خبر کړى و ،نو بيا پاکستان څنګه ددې خبرې نه انکار کوي ) نوموړي زياته کړه ، داسې معلوميږي چې امريکايي ځواکونه د پاکستان په دوه مخي توب خبر دي نو ځکه پر ځاى ددې چې ددوى مرسته وغواړي نېغ په نېغه خپله بريد کوي-نوموړي داراز د پاکستان له خوا په افغانستان لګول شوي تورونه رد کړل او دايې ونه منله چې ګواکې بلوچستان ته د افغانستان د لارې وسله ، وسله وال او پانګه راوړل کيږي - اسفند يار ولي وويل چې دوى يو پلاوى باجوړ ته لېږلى و ، ترڅو حالات له خپلوسترګو وګوري خو دپاکستان دولت دوى هلته تلو ته پرې نښودل ،نوداسې معلوميږي چې پاکستان له حقايقو نه په پردې پورته کولو ډاريږي - اسفنديارولي وويل ، دفبرورۍ په ١١مه نېټه به باچاخان مرکز پېښور کې د قبايلو په لويه جرګه کې دوى د قبايلي سيمو د ستونزو دحل کولو په اړه وغږيږي - ",پاکستان بايد د باجوړ په څېر په پېښوخجالت وباسي 692,," د افغانستان د ماليې وزير داکتر انورالحق احدىچې د بهرنيو چارو وزارت اقتصادي مرستيال يې ملګرتيا کوي نن د جاپان په لور روان شو . په دغه سفر کې به د جاپان د ماليې ، بهرنيو چارو له وزيرانو او دپارلمان له مشر سره به خبري وکړي او هڅه به کړي تر څو د لندن د ناستې له پاره د جاپان د مرستو ملاتړ ترلاسه کړي . د لندن ناسه په راتلونکو دوو اونيو کې جوړيدونکې ده . له جاپان څخه ورسته به د کويټ هېواد ته هم لاړ شي .چاپان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه شميرل کيږي چې د افغانستان د بياودانلو او جوړولو له پاره يې ښايسته مرسته کړې ده . ",د ماليې وزير د چاپان په لورو خوځيد . 693,," دپېښور نه دنندارې راپور : يوقبايلي خبريال حيات الله چې د٢٠٠٥کال ددسامبر په پنځمه نيټه ناڅرګنده وسلوالو له قبايلي سيمې شمالي وزيرستان څخه تښتولى و ، لاهم ترى تم دى ، څرک يې نه دى معلوم او دا هم څرګنده نه ده چې دى چا او ولې تښتولى دى _ دده کورنۍ په پېښورکې دسرحدايالت دوالي قوماندان خليل الرحمن سره تېره ورځ وکتل اوترې يې وغوښتل چې دنوموړي خبريال په مېندولوکې دې هلې ځلې وکړي والي دوى ته دمرستې ډاډورکړ _ که څه هم دحيات الله کورنۍ په زغرده دچانوم نه اخلي خوګڼ شمېر قبايلي خبريالان په دې باوردي چې دنوموړي په تښتولوکې حکومت لاس لري _ يوقبايلي خبريال چې نه يې غوښتل نوم يې څرګندشي بينواته وويل (( حيات الله پيريانوتښتولى )) په پاکستان کې دپيريانواصطلاح داستخباراتودچارواکولپاره استعماليږي _ دحيات الله ورور احسان په داسې حال کې چې خپل دوه وريرونه ( دحيات الله زامن ) يې په غيږ کې نيولي وو بينواته يې وويل ((زه ، زماکورنۍ اودحيات الله مېرمن اوماشومان دحيات الله په ورکېدو سخت اندېښمن يو -)) احسان په دې خبره خواشيني څرګنده وله چې ولې حکومت تراوسه دده دورور په راخلاصولوکې بريالى شوى نه دى - دقبايلي خبريالانو داتحاديې مشر ناصرمومند وايې داچې حيات الله بې پرې راپورونه خپرول نوځکه کله به ترې حکومتي چارواکي اوکله به مخالف وسله وال خپه وو ، اوس معلومه نه ده چې دى چا تښتولى خو مونږ ددواړوخواوونه دده دخلاصون غوښتنه کوو - ",دورک شوي خبريال کورنۍ دهغه خلاصون غواړي 694,حقمل," د کليو او پراختيا وزير اتمر چې د بيړنيو حالاتو د کميټې د مرستيالۍ دنده هم په غاړه لري نن په يوه خبري ناسته کې څرګنده کړه چې دغه کميټه د بيړنيو مرستو له پاره ٦٤ زره ټنه خوراکي توکي په واک کې لري .ده وويل کميټه تيارۍ لري چې په هر ډول شرايطو کې له اړو کورنيو سره د مرستې رسولو په موخه هغوى ته ور ودانگي . دغه کميټې تر دې مهاله ٤٤ زرو اړو کورنيو ته د هېواد په ١٨ ولايتونو کې مرسته کړې ده ، د يو شمير بانډو ٤ زرو کورنيو ته يې خوارکي توکي ويشلي او د قندهار ، هلمند او هرات په پنډ غاړو کې ١٢٠ زرو تنو کډوالو ددغې کميټې له لارې خوراکي توکي ترلاسه کړي دي..ده زياته کې چې ممکن سږ ژمۍنيم ميليون نفر په ١٥ ولايتونو کې د لوژې له خطر سره مخامخ شي ، مګر کميټه تيارۍ لري چې ورسره مرسته وکړي .د يادولو وړ ده چې دواورې د سخت اورښت له کبله همدا اوس د غور ، بدخشان ،فارياب ، سمنګان ، خوست ،پنجشير، غزني او باميانو د يو شمير ولسواليو او کليو لارې بندي دي او يو زيات شمير اوسيدونکي په دغه سيمو کې بيړنيو مرستو ته اړتيا لري . له بل لوري د هرات د مسلخ د پنډ غاړي ادعا کوي چې له سړو څخه يې هره ورځ په دغه پنډغاړي کې ٢ يا ٣ ماشومان مړه کيږي او له دوى سره هيڅ ډول مرسته نه ده شوې . په فارياب کې هم ٥٠٠٠ کورنۍ چې په روان کال کې له بهر څخه راستنې شوي شکايت کوي چې سرپناه نه لري او نه ورسره مرسته شوې ده . د دغه وزارت د کډوالو د رياست مشر دا مني چې ستونزې شته او ٢٠٠٠ کورنۍ ترخيمو لاندې په دې ساړه موسم کې ژوند کوي. ", ممکن نيم ميليون نفرد لوژې له خطرسره مخامخ شي . 695,," په کندهار ښار کي دنارنج خپرندويه ټولني مشر ، دکندهار ښار دکتاب پلورنکو دټولني وکيل او دافغان کتاب او قرطاسيه پلورنځي مسوول ښاغلي سيد احمد قانع دسه شنبي په ورځ دلوي اختر په سهار دامريکايې پوځونو له خوا ونيول سو   په کندهار ښار کي دنارنج خپرندويه ټولني مشر ، دکندهار ښار دکتاب پلورنکو دټولني وکيل او دافغان کتاب او قرطاسيه پلورنځي مسوول ښاغلي سيد احمد قانع دسه شنبي په ورځ دلوي اختر په سهار دامريکايې پوځونو له خوا ونيول سو.",سيداحمد قانع د امريکايانو له خوا ونيول سو 696,حقمل," د ډنمار ک لومړى وزير اندرس فوګ راسموسن ډنمارک ته د افغان ولسمشر حامد کرزي د سفر خبره کړې او ويلي يې دي چې د لندن د ناستې د جوړيدو نه به مخکې دا سفر تر سره شي . د کرزي د سفر خبره پر داسې مهال کيږي چې ډنمارک منلې چې د ايساف په چوکاټ کې به دخپلو ځواکونو شميره په روان کال کې له ١٧٣ څخه ٣٦٠ تنو ته زياته کړي او تر کال ٢٠٠٩ پور ې به له افغانستان سره د بيارغاونې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام و رکړي ، چې تول ټال به دغه مرستې ١٠٨ ميليونو ډالرو ته ورسيږي . ",کرزي به له ډنمارک څخه ليدنه وکړي . 697,حقمل," د قندهار د سپين بولدک په سلګونونو تنو اوسيدونکو دخپلو شهيدانو د قاتلينو دنيولو په موخه چې تور بيرغونه يې له ځانو سره لرل نن د دغه ولسوالۍ په بازار کې په يو ستر لايون لاس پورې کړ. لاريون کونکو د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول او وايي چې موږ قاتلين غواړو .دوى وايي ( پاکستان زموږ د شهيدانو قاتل دى ) . لاريونکونکي له دولت څخه د ټينګ امنيت غوښتونکي شول او مړه دې وي القاعده ، طالبان او پاکستان نارې وهلې او د دا ډول بريدونو په وړاندې يې خپله کرکه وښودله . دغه لاريون ته دقندهار والي او د قندهار د علماوو شورا مشر هم ورغلي دي .په هغه چاودنه کې چې ددوشنبې په مازديګر د سپين بولدک د غيږ نيونې په ميله ځاى کې رامينځ ته شوه له ٤٠ زياتو کسان په کې مړه او ټپيان شول .د طالبانو يو وياند قاري يوسف پژواک خبري اژانس ته ويلى چې طالبان په دغه بريد کې لاس نه لري او دا يې د اسلام يو ضد عمل بللۍ .د کندهار والي خالد پاکستان په دې تورن کړۍ چې په دا ډول بريدونو کې لاس لري .کندهار والې لاريون کونکو ته د خبرو کولو په ترځ کې د وژل شويو کسانو له کورنيو سره غمزاري وښودله . دغه لاريون د پاکستان تر پولې ورسيد . ",په سپين بولدک ستر لاريون پيل شوى . 698,حقمل," يو ې ترکي ورځپاڼې ( زمان ) د ترکي کورنيو هغې ستونزې ته ګوته نيولي چې له انټرنيټ څخه په غير اخلاقي او ناسمه توگه گټه اخلي او وايي چې د دا ډول کسانو شميره هره ورځ مخ په ډيريدو ده .دا مهال په ترکيه کې ٧ ميليونه کسان له انټرنيټ څخه ګټه اخلي چې په سلو کې يې ٩ فيصده ښځې او ١٩ فيصده نارينه دي او له هرو سلو کورنيوڅخه ٦ کورنۍ انټر نيټ لري . د ورځپاڼې په خبره داستونزه اوس په کورنيو کې تر طلاقه رسيدلې ده . ",په ترکيه کې له اڼترنيټ څخه ناوړه ګټه په زياتيدو ده . 699,حقمل," په سودان کې کې ډاکترانو منلې چې د( نيل اب )ايالت د (ام شوک )کلى په روغتياي کلنيک چې د خرطوم په ٦٥٠ کيلو مترۍ کې پروت دى ، يو ماشوم زيږيدلۍ چې په سر کې يې د لااله‌الاالله محمد رسول الله عبارت ښکل شوى دى .د ( اخباراليوم ) و رځپاڼې هم ددغه ماشوم د سر عکس خپور کړى چې له ورايه د مبارکې کلمې عبارت لوستل کيږي .د روغتون ډاکتر منتصر طيب ابرهيم ويلې چې په ليدوسره پرې لړزه راغلي او وروسته يې ژړلي او ددغه ماشوم عکس يې اخيستۍ دى . ډاکتر وايې چې دغه ماشوم چې دمور له خوا يې پرې د ( صلاح ) نوم ايښودل شوى، په طبيعى حالت نه دى زيږيدلۍ او له هغې نه وړاندې ددغه ماشوم مور ډيرې ناروغى تيرې کړي دي . د لا اله الاالله عبارت د لاندې دمحمد رسوال الله عبارت راغلۍ . ",د يو سوداني ماشوم په سر کې د مبارکې کلمې عبارت 700,حقمل," انګريزي ژبې ورځپاڼې ( سان ) خبر ورکړۍ چې پوليسود بريتانيا د لومړي وزير توني بلر د پنځه کلن زوى (ليو) د تښتونې توطئه شنډه کړه . ورځپاڼه ليکي پوليسو تر اوسه څوک نه دي نيولي .بي بي سي هم د پليسو د سرچينوله قوله خبر ورکړۍ چې د يوې ممکنې توطئې څخه خبر وو ،مګر باور يې نه درلود چې دغه خلک به وکړاى شي هغه سر ته وسوي . دهغه ډلې افرادو چې له خپلو ميرمنو څخه جدا شوي او د خپلو اولادونو د ليدو حق نه لري، غوښتل ، ليو د لنډ وخت له پاره له ځان سره وساتي. توني بلر څلور زامن او يوه لور لري . ",د توني بلر د کوچني زوى د تښتونې توطئه شنډه شوه . 701,حقمل," د هغه خونړۍ چاودنې له کبله چې د دوشنبې په ورځ د قندهار د سپين بولدک په ولسوالۍ کې رامينځ ته شوه ، څلور تنه ټپيان چې په روغتون کې تر درملنې لاتدې وو دسختو ټپونو له مخې په حق ورسيدل . په دغه خونړي بريد کې تر ٤٠ زيات مړه او ژوبل شول .افغان چارواکو منلې چې په وژل شويو کسانو کې ٦ تنه پوليس هم شامل دي . افغان ولس مشر او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دغې چاودنې په کلکه غندلې. ",د سپين بولدک دچاودنې ٤ تنه ټپيان په حق ورسيدل . 702,حفمل," د اس ځغلولو نړيواله سيالي او تر ټولو ستر جشن د ١١ اونيو له پاره سر له سبا په دوبۍ کې پيل کيږي . دا په نړۍ کې د اس ځغلولو چې ١١ رونډه لري تر ټولو ستر جشن په نړۍ کې بلل کيږي چۍ ٢١ نيم ميليون ډالر جايزه لري . دغه سترې سيالۍ ته د نړۍ د ١٧ هېوادونو څخه ٢٠٠ اسونه له سلو تنو روزونکو سره دوبۍ ته رسيدلي دي . يو افريقايي وګړي دغې لوبې ته خپل ١٦ اسونه دسيالۍ له پاره راوستلي دي . سيالۍ به د مارچ په ٢٥ پاى ته ورسيږي او د سترو شاندارو مراسمو په ترځ کې به د نړۍ ستره جايزه يعنې ٢١ نيم ميليونه ډالر ګټونکي ته ورکړل شي . ",داس ځغلولونړيواله سيالي سبا په دوبۍ کې پيليږي . 703,حقمل," پر داسې مهال چې د اسرائيلو لومړۍ وزير اريل شارون لا د مرګ او ژوند پر پوله په روغتون کې پروت دى ، ٤٧ کلنه وکيله ميرمن زيپي ليوني د بهرنيو چارو وزيره و ټاکل شوه . له دې سره درى نور وزيران هم د اسرائيلو په کابينه کې ټاکل شوي دي . ",د اسرائيلو په کابينه کې بدلون راغلۍ . 704,," ناپيږانده وسله واله کسانو نن د يو امنيتي شرکت چې د ( روغ عراق ) په نامه ياديږي لس تنه کارکونکي په ډزو وژلي دي . همداشان يو بهرنۍ انجينير هم تښتول سوي دي . ",لس تنه عراقيان نن ووژل شول . 705,," غمخور: دفارس دخبرله مخې  27جدي 1384پداسي شرايطو کې چي دنمارک په افغانستان کې دخپلو پوځيانو دشمير دزيات والې لپاره اماده گې نيسې دافغانستان ولسمشر دغه هيواد ته پدې مياشت کې سفر کوې . له کپنهاگن  څخه دفرانسي دخبري اژانس دخبر له مخې دډنمارک دوزيرانو دشوري رئېس (صدراعظم) ښاغلې آندرس فوگ راسموسن  ډنمارک ته دافغانستان دولسمشر دکېدونکې سفر خبر اعلان کړ. راسموسن وويل :داليدنه به کاملا څوورځې وروسته تر هغه چې دډنمارک پارلمان په افغانستان کې دډنمارکې پوځيانو دشمير دزياتوالي دلايحې  په  هکله پرېکړه وکړې تر سره شې . دډنمارک دولت دناټو دغوښتنې په ځواب کښې په نظر کې لري چې دخپلو پوځې کسانو شمير چې دايساف دقواوپه چوکاټ کې فعاليت کوې سږکال له 173 نفرونه تر  360 کسانو پورې زيات کړې . ښاغلې راسموسن زياته کړه ،کپنهاگن به همداډول دورکړه شوو وعدو سره سم ددغه جگړه ځپلي هيواد دبياجوړونې لپاره د2009 زکال پورې خپلو مرستوته دوام ورکړې ؛او د108ميليونو ډالره چې 90 ميليونه ايوروکيږې په اندازه به مالي مرستي به افغانستان  سره وکړې  . هغه زياته کړه : ډنمارک په افغانستان کښې دهميشنۍسولې او دموکراسۍ دټينگښت په خاطر دزياتو  مرستوغوښتونکۍ دی ، هغه وويل، نړيواله ټولنه د آزاد ،مدرن او دموکراتيک افغانستان دجوړېدو په خاطر ځانونه ددغه هيواد سره دمرستوتر سره کولولپاره ځان مکلف بولې . دافغانستان ولسمشر دروان کال دجنوري دمياشتي په 28 او 29 نيټه  دلندن دنړېوال کنفرانس نه مخکښې چې دافغانستان سره دمرستي په اړوند جوړېږې دغه سکندنويايې هيواد ته سفر کوې . ",ولسمشر کرزی په روانه مياشت کي ډنمارک ته سفرکوي 706,عبدالهادي حيران," عبدالهادي حيران هغه د پښتنو د يؤ قام پرست سياسي ګوند صوبائي مشر ؤ. لۀ هغۀ څخه زما پوښتنه دا وه چې : "" تاسې پښتو ژبې ته په کوم نظر ګورئ؟"". د هغۀ ځواب ؤ:""پښتو نۀ يواځې زمونږ ژبه بلکې تاريخ، کلتور اؤ نظريه هم ده"". د هغۀ د دې ځواب سره زما سترګې نېغې په مخامخ دېوال لګيدلي د هغۀ د کارخانې د لوي بورډ په لور لاړې چې په اردو ژبه کښې ليکل شوی ؤ. ورته مې وويل: ""دغه بورډ بيا تاسو ولې په اردو ژبه ليکلی دی؟"". هغۀ لږ وخندل اؤ بيا ئې وويل: ""دغه خو کاروباري ضرورتونه دي"". سمدستي مې هغه کتابچه له جېبه راوويسته چې د هغوئ د ګوند لارښود اصول پکښې ليکل شوي وو اؤ هغه هم په اردو ژبه وه. ورته ومې ويل: ""نو دا کتابچه مو ولې په پښتو نۀ ده ليکلې؟"". يؤ ځل ئې بيا په داسې انداز وخندل لکه دا پوښتنه چې مې د مخکينۍ پوښتنې نه هم زياته ماشومانه وي، اؤ وې ويل: ""دا نو بيا سياسي ضرورتونه دي"". مونږ بيا نورې خبرې هم وکړې خو زما د هرې پوښتنې د ځواب لپاره د هغۀ سره يؤ نه يؤ ""ضرورت"" ؤ. د مطبوعاتو نه ئې دا ګيله کوله چې بيانونه ئې سم نۀ چاپ کوي. ما ورته وويل: ""نو تاسو خپل يؤ اخبار ولې نۀ چاپ کوئ؟"". د هغۀ د ""ضرورت والا"" ځواب دا ؤ چې: ""اخبار ته د حکومتي اشتهاراتو ضرورت وي اؤ مونږ د حکومت مخالف يُو نو څنګه به اشتهارات راکوي!"". ( اشتهارات = خبرتياوي او اعلانونه ) ما ورته وويل: ""دا بې شمېره اخبارونه ټول په حکومتي اشتهاراتو چاپ کېږي؟"" د هغۀ سره په ځواب کښې بيا هم بلها ""ضرورتونه"" وو. خو اوس هم ما سره دا يوه پوښتنه داسې ده چې ځواب ئې زمونږ د قام پرستو سياسي ګوندونو لپاره د ناممکناتو څخه دی. پوښتنه دا ده چې ""د سياسي، مذهبي، اقتصادي اؤ تعليمي ضرورتونو نه بغېر زمونږ ژبه زمونږ تاريخ، کلتور اؤ نظريه څنګه کېدلی شي؟"". کۀ زمونږ دغه سياسي قام پرست ګوندونه د پښتانۀ د قام پرستۍ سياست کوي نو پښتانۀ خو په پښتو پښتانۀ دي. د قام بنسټ خو په ژبه دی!!!. کۀ ژبه د دوئ ضرورت نۀ وي، يا خپله ژبه د دې جوګه کولی نۀ شي چې د دو‌ئ ضرورتونه پوره کړي نو قام پرستۍ ته ضرورت څۀ دی؟؟؟. يعنې سپينه خبره دا ده چې کۀ د دوئ ژبې ته ضرورت نشته نو قام ته د دوئ د قام پرستۍ ضرورت نشته. څومره د تاسف ځای چې د پښتو اؤ پښتنو په نوم سياست کوونکي ګوندونه د خپل اواز، خپلو پاليسيو اؤ خپلو فعاليتونو لپاره نۀ خو خپل پښتو مطبوعات لري اؤ نۀ د ازادو پښتو مطبوعاتو سرپرستي کوي. يواځې عوامي نېشنل پارټي دومره کلونه پس په دې وتوانېدله چې د باچا خان ""پښتون"" له خوبه راپاڅوي خو دا پاڅون به ئې تر څومره وخته پورې وي؟ هيڅ معلومه نۀ ده. خداى دې وکړي چې ""پښتون"" د تل لپاره د نويو سياسي اؤ کلتوري بدلونونو سره خپل فعاليت ته دوام ورکړي خو يواځې په دې نۀ کېږي. په افغانستان اؤ پاکستان دواړو هېوادونو کښې پښتو ژبه سياسي سرپرستۍ ته ضرورت لري اؤ په داسې وخت کښې چې ګرده نړۍ کښې د قامونو ترمنځ نشرياتي اؤ مطبوعاتي سيالي روانه ده، نۀ يواځې دا چې پښتو ژبې ته په دې ډګر کښې د پراخه سرپرستۍ اؤ پرېمانه کار ضرورت دے بلکې د پښتو اؤ پښتنو په نوم ژوندي سياسي اؤ قام پرست ګوندونه هم لدې لارې ډېر څۀ ترلاسه کولے شي ولې کشکې چې دا شعور خو څوک ولري!!!. د نړۍ په هر ګوټ کښې چې پښتانۀ اوسېږي اؤ د قام پرستۍ دعوه لري، يا ئې ژوند د قام پرستۍ د سياست برخه وي نو هغوئ له پکار دي چې نورې ټولې مسئلې د لږ وخت لپاره يؤ طرفته کړي اؤ په دې مسئله کار وکړي چې مونږ له خپله ژبه ګټل دي. چې کله مونږ خپله ژبه وګټله نو پوه شئ چې ډېر څۀ مو ترلاسه کړل. د ژبې د ګټلو نه وروسته د کولو لپاره ډېر څۀ شته. خو کۀ ژبه مو بائيلله نو نور هيڅ هم نشته.   ",په پښتونخوا کي (پښتو ژبه اؤ د قام پرستۍ سياست) 707,,"  ",د طلوع ټلويزون بيا په اساسي قانون پښه كېښوده 708,," د علامه رښتين د تلين اووم کال ياد غونډې ته د سلام فرهنګي ټولني پيغامد وياړ يادونه د شتون يادونه ده ؛ يوازې هغه څوک ، هغه اولس او هغه ټولنه د خپلو وياړونو يادونه کولای شي چې شتون يې رښتينۍ وي . له بله اړخه ديوې ټولني دوياړنو پيژندنه د هغه اولس او ملت د ښې پيژندني بنسټيزه لار ده ، ځکه د اولسونو لپاره د وياړونو نمانځنه د هغوۍ د پايښت اړتيا ګڼل کيږي . او اوس د نړۍ ټول اولسونه او هڅاندي ټولني د تيرو وياړونو ياد ، نه هيروي او لا د نويو وياړونو د زياتيدو په هڅوکي پر مخ ځي .د نړۍ ويښ او پوه اولسونه او ملتونه د وياړونو د نمانځني څخه د هر اړخيزي ګټي پورته کولو چارو ته پام کوي . وياړونه د نوي نسل لپاره د الهام اخستلو په نيت نمانځي ؛ د وياړونو نمانځنه کوي تر څو هغه ښه وپيژني او د نويو وياړونو د ترلاسه کولو او خپلولو لارې په ګوته کړي ؛ وياړونه نمانځي چې د خپل اولس ګډ شتون او برخليک په هغو کي برملا کي ؛ او په دې ډول د وياړونو د نمانځني نورو اړخو نو ته پام کوي او د نمانځنو لړۍ پر له پسې ساتي . افغان اولس هم د نورو اولسونو په څير حق لري او دادۍ ګام پر ګام وړاندي ځي ، څو د نړۍ د ويښو ملتونو سره څنګ پر څنګ د خپل هيواد وياړونه ونمانځي .استاد پوهاند رښتين د افغانستان له هغوپنځو سترو پوهانو څخه يودۍ چي ، نوم يې په هيواد کې د پوهي او روڼ اندۍ سره تړلۍ ياديږي . دپوهي د خپرولو او د ظلم او تاريکۍ د ورکيدلو لپاره د استاد هڅې د افغان اولس ستر وياړ او د افغاني هويت شمله ده . زموږ باور دادۍ چې د علامه پوهاند رښتين د تلين اوم کال نمانځنه به د هغه ستر استاد د څو بعدي شخصيت د هر اړخيزي څيړني لاره پرانيزي . د استاد پښتني سپيڅلتوب ، هيواد ته د خدمت هوډ ؛ د اولس لپاره بلهاري او زيار ؛ د خدای بخښلي علامه رښتين هغه ځانګړتياوې دي ،چي د هيواد اوسني او راتلونکو نسلونه به يې دخپل ژوند رښتينې تګلاره وګرځي . د سلام فرهنګي ټولني اړوندان د خدای بخښلي پوهاند رښتين سپيڅلي روح ته د درناوي سر ټيټوي او د ياد غونډي ګډونوالو ته د بري دعاکوي . په درنښت د سلام فرهنګي ټولني مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب پوهنوال رسول باورياسن ، نيدرلند ١٨\٠١\٢٠٠٦ ",د علامه رښتين د تلين اووم کال ياد غونډې ته د سلام فرهنګي ټولني پيغام 709,حقمل," د خبري رسنيو د خبر له مخې په تيرو څلورو ورځو کې مسکو او دروسيې يو شمير نور ښارونه او سيمې د سړو سختو څپو ځپلې دي او په تير و څلورويشتو ساعتو کې يوازې په مسکو کې ٧ تنه وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړۍ دى . د هوا پوهنې دادارې ويلي چې دتودختې درجه منفي ٣١ درجو ته رسيدلې ده . ترانسپورتي ستونزې ډيرې شوي دي ، د اوبو نل ليکې يخ وهلې او عامه خدمتونو ته ډير زيان رسيدلۍ دى. ",مسکو سختو سړو ځپلۍ . 710,حقمل," د حج وزارت يو چاراکي ويلي چې ٣ نور افغان حاجيان په مکه مکره کې په حق رسيدلي دي . له دې نه وړاندې هم ټول ټال ٣٥ تنه افغان حاجيان په عربستان کې په حق رسيدلي دي .سږ کال لږ ترلږه ٢٥٠٠٠ تنه افغانان د حج فريضې د اداکولو په خاطر عربستان ته تللي دي. تراوسه يوازې ٦٦٠ تنه په ٣ الوتنو کې بيرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي چې زياتره يې دولتى لوړ پوړي چارواکي او دولتي پلاوي دي . ",٣تنه نورافغان حاجيان په عربستان کې په حق رسيدلي . 711,حقمل," د بشري حقونو د څارنې سازمان چې مقر يې په امريکا کې دى ديو رپوټ په خپرولو سره په افغانستان کې د وسله والو بريدونو او زورزياتي د زياتوالي په اړوند انديښنه ښودلې ده . په رپوټ کې راغلي چې د افغانستان په جنوب کې د طالبانو او د دولت د نورو مخالفانو په بريدونو کې زياتوالۍ راغلۍ او طالبان بيا سره غونډ شوي دي . عام وګړي له دولت څخه چې په خپلو ژمنو کې پاتې راغلى ، ناهيلى شوي دي .امريکايى او ايئتلافي ځواکونه په خپل سر بې ګناه ملکي وګړي نيسي . د پارلمان نيمايي برخه وال داسي کسان دي چې پخوا يې له وسله والو ډل سره اړيکې درلودې .دغه سازمان په خپل رپوټ کې دنيشه يي توکو او د ښځو په وړاندې زورزياتي ته هم ګوته نيولي ده . ",دبشري حقونو د څارنې سازمان انديښنه . 712,حقمل," نړيوالو خبري رسنيو ادعا کړې ، په هغه بريد کې چې تيره اونۍ د باجوړ په سيمه کې وشو د القاعدې درې تنه جګ پوړي چارواکي وژل شوي دي. په وژل شويو کسانو کې د ايمن الظواهري ، زوم عبدارحمن المصري المغربي ، په کنړ کې ددغې ډلې فوځي قوماندان ابو عبيده المصري او د بم جوړولو ٥٢ کلن کارپوه مدحت مرسي السيد شامل دي . د مدحت پر سر امريکا ٥ ميليونه ډالر بيه ايښې وه .په لوړه کچه ددغو وژنو پخلۍ تر اوسه نه دى شوى . د باجوړ په بريد کې ١٨ ولسي وګړى مړه او يو شمير نور ټپيان شول . د پاکستان د استخباراتو د ادارې له خوا په دې اړوند پلټنه او تحقيقات روان دي. ",د القاعدې د ٣ غټو سټو د وژنې ادعا . 713,,"  القاعده ډلې بيا خبرداری وکړی چې د امريکا پر متحدو ايالتونو باندې به خپل بريدونه له سره پيل کړي. د نوموړې ډلې مشر اسامه بن لادن دالجزيره ټلويزيون له خوا په يو نوي خپور شوي کسټ کې ويلي چې دوی تر اوسه په عراق کې په مبارزه بوخت ؤ ځکه نو دننه په امريکا کې بريدونو کمښت موندلی ؤ. بن لادن همدا راز په اسلامي هيوادنو کې دننه، د امريکايي پوځيانو په وړاندې د يو اوږد مهاله اوربند وړانديز کړی چې د امريکايي چارواکو لخوا پرته له ځنډه رد شوی دی. امريکايي کارپوهانو ويلي چې دغه خپور شوی کسټ نوی ثبت شوی او غږ يې هم پخپله د بن لادن دی. ",امريکائيانو د القاعدې لخوا وړانديز شوی اوربند رد کړ. 714,," په هنګري هيواد کې د يوې الوتکې د راغورځيدو په پايله کې پنځه څلويښت کسان وژل شوي دي.  دغه الوتکه انتونوف -24 ډوله مسافر وړونکې وه چې سلواکيا هيواد پورې يې اړه درلوده او له کاسوو څخه يې سوله ساتي ځواکونه ليږدول. په دې الوتکې کې پنځه څلويښت تنه سپاره ؤ چې له دې جملې څخه يواځې يو يې ژوندی پاته دی. د دې الوتکې د راغورځيدو د لامل په اړه څيړنې پيل شوي خو تر اوسه کوم مالومات لاسته نه دي راغلي. ",په هنګري کې د هوايي پيښې له امله44 تنه مړه شوي. 715,," د اطلاعاتو، کلتور او ګرځندوی وزارت په چوکاټ کې د تصويري رسنيو د ارزونې کميسيون، په کابل کې د افغان په نامه يو سيمه ييز ټلويزيوني چينل دناوړه او غير اخلاقي بربنډو صحنو د خپرولو په تور، د پنځوس زرو افغانيو (زر امريکايي ډالرو) په ورکړې محکوم کړی دی. افغان ټلويزيون تيره شپه په دې اړه يوه خبرتيا خپره کړه او وې ويل چې د دولتي چارواکو دغه کړنه له عدالت څخه ليرې ده ځکه پريکړه د نوموړي ټلويزيون د چارواکو په حضور کې نه ده ترسره شوې. د تصويري رسنيو د ارزونې کميسيون چې مشري يې سيد مخدوم رهين پر غاړه لري، همدا راز د هيواد نورو خصوصي ټلويزيونونو ته خبرداری ورکړی چې دده په وينا داسلامي ارزښتونو پر خلاف خپرونې دې نه کوي. د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د افغان ټلويزيون د (مخامخ) په خپرونې کې چې چلوونکی يې مراد افغان دی، د اطلاعاتو او کلتور وزير سيد مخدوم رهين د ملي ټرمينالوجۍ په اړه تر پوښتنو لاندې ونيول شو چې د مرکې په پای کې دواړه لوري سره يو څه جدي شوه او وروسته رهين افغان ټلويزيون او نورو رسنيو ته ګوت څنډنه وکړه چې وروسته له دې به د ناوړه خپرونو په برخه کې ددوی په وړاندې له زغم څخه کار وانه خلي. اوس مهال په افغانستان کې له پنځو څخه زياتې خصوصي ټلويزيوني شبکې فعاليت کوي چې له دې ډلې څخه يو شمير يې د ملي ټلويزيون سيالان شميرل کيږي. ",په کابل کې يو خصوصي ټلويزيون جريمه شو. 716,," د 2005 د دسامبر يوديرشمه 2006 م كال ته دورتلو په لومړۍ شپه مې د لاس انجلس په (انا هايم كانونشن سنټر) كې ستر كنسرت درلود چې په خواشينۍ سره پرما د ناوړه قصد کیدو سره، په لاس انجلس كې زما د زرگونو دوستانو په خپگان او د نړى په گوټ، گوټ كې زما د سلگونو زرو مینه والو په پريشانئ پاى ته ورسيده.هغه شپه د نړى له گوټ، گوټ څخه څه د پاسه څلور زره تنه راټول شوي وو چې 2006 كال د فرهاد دريا په موسيقۍ، چې ټوله مينه او صداقت ده، نيك فال ونيسي. په خواشينۍ سره چې بی پاسه لنډه غرو د ټولو د ښادۍ پر ښيښو كاڼې وورول او د دريا په اوبو كې يې زهر وشيندل. ددغو زهرجنو اوبو په څښلو سره، دمرگ ترکومي ورغلم. ما چې آن لا د لومړنۍ سندرې له اورولو وروسته خپل غږ له لاسه وركړى و، د لاسونو، پښو، ستوني او ژبې اختيار او پر ستيژ مې د ودریدوتوان هم له لاسه وركړى و. له يو نيم ساعت وروسته، دغو زهرجنو اوبو خپل كار وكړ او د كنسرت فضا په بشپړه توگه گډه وډه شوه، او زه ترسبا سهاره پورې بيهوښه وم. نن له هغې شپې څخه له لومړنۍ سندرې پرته چې اجراء مې كړه، نور څه په ياد نه لرم، او په دې هم نه پوهيږم چې پر ما او زما پر عزيزانو څه تير شول. هر هغه څه چې اوس ليكم، د دوستانو د سترگو ليدلي حال دی او یاهغه څه چې په هغه شپه ثبت شوې ويديوکې مې ليدلي٠ نن د لوى خداى (ج) په حكم او د خلکو د دعا له بركته له هغې لومې څخه روغ، رمټ ژغورل شوی یم، او اوس د امريكا د ويرجينيا په ايالت كې د طبيبانو تر در ملنې لاندې يم چې روغتيايي حالت مې مخ په ښه كيدو دى.د پيښې پرسبا مې چې سترگې وغړولې آن تر همدا اوسه، د نړى له گوټ، گوټ څخه د ډاډگيرنې پيغامونه اورم او دوستانو خپل مینه وړي غږونه اود روغتيا لپاره د دعا لاسونه اوچت كړي دي او د خير او عافيت هيله مې كوي.له نن څخه دوه شپې مخكې مې د كابل له يارانو څخه واوريدل چې د هنر دوستانو يوې گرمه کړۍ، ددغه مبارك ولايت په يوه جومات كې، د عاشق فرهاد دريا په نامه د آسماني كلام ختم او صدقه کړې ده. زما د كور او كورنۍ تيلفونونه او زما د كور پيغام اخيستونكى او انترنيټي پيغام رسونكى (ايميل) هريو د ډاډگيرنې د ډيرو تودو نيتونو له غږونو ډك دي. په دې ورځوكې د افغان او غير افغان خلكو د محبت له نعمت څخه دومره سر په هوا يم چې زرزهرونه نور هم د ځان پر بيه آخلم.په دې توگه د مینې او مننې په تودو هرکليو سره، د نړى په گوټ، گوټ كې له ټولو عزيزانو او دوستانو څخه چې ياري يې وكړه او دې ستومان ته يې ډاډگيرنه وركړه، مننه كوم. او هم هغو يارانو ته چې هغه شپه زما په كنسرت كې حاضر وو اوترپيښې وروسته سخت انديښمن وو، د زړه له كومې محبت وړاندې كوم او ژمنه كوم چې بازار ته زما د نويو CD او DVD له راوتلو وروسته د نويو ترانو او سندروله ډكې لمنې سره، يو ځل بيا د دوى ښارته ورشم او داسې كنسرت اجراء كړم، چې نه زه او نه زما موسيقې غږونكي له دغه كنسرت څخه مادي گټه پورته كړو، چې هم زه او هم خلك په گډه دیوې بلې مينې پر دوهۍ راوڅرخو .د يوشمير هنروالو ژوند، د هغو آوازو تشه انگازه ده، چې د يوې ستنې د نوكې په اندازه د دوى له ريښتني ژوند سره ورته والى نه لري چې له هغو څخه يو زه يم. څوكاله يې په بيلابيلو سياسي گوندونو او اړخونو وتړلم، خو وموليدل چې دغه وچه خاوره د (خيال من يقين من .... ديار نازنين من) د سندرې د ويونكي په ديوال و نه نښتې. ويې ويل، د ملت په زياتو پيسو يې مزې چړ چې وكړې ... له دې ځاى، له هغه ځاى څخه يې غلاوې وكړې .... او ما ته گورئ ! كلونه، كلونه كيږي چې خپله اود بچيانو ډوډۍ مې د افغانستان له جنگ ځپلو ماشومانو سره نيمه كړه، خو د چاپرمخ مې رانه وړه. كه لرې لاړ نه شو، په آلمان كې د دوره يي كنسرتونو په اوږدوكې مې د افغاني/آلماني بشري مرستو له موسسې KUFA سره مادي او معنوي مرسته وكړه. (www.kufaev.de) ټاكل شوې وه چې هغه شپه ددغو مرستو لړۍ له اروپا څخه لاس انجلس ته هم ورسيږي. خو په خواشينۍ سره چې پاڼه واوښته او اوبه مو تودې او ډوډى مو سړه شوه. د افغاني يتيمو ماشومانو او د (كوفا) د پروژو سرپرستې له افغاني لوري فرهاد دريا او د آلماني لورې سرپرستي يې د آلمان مشهورې هنري څيرې ميرمن (نيناهاگن) (Nina Hagen) ته سپارل شوې ده. اوس ټاكل شوې ده چې د 1385 كال پسرلي په پيل كې د (كوفا) تر پوښښ لاندې د كندز په ولايت كې د يتيمو ماشومانو لپاره يو مركز پرانيزم چې ددغو مركزونو وپرانيسلو لړۍ به نورو ولايتونو ته هم وغځيږي.وې ويل چې، دريا په نشه روږدى دى. څومره د خندا وړ ده ! زه هغه مينې په سينه كې لرم چې د نشو زر سيندونه يې په وړاندې لکه يو څاڅكى ښكاري. د ځان د رگونو د څپو شوق مې د شرابو د زرو تاكستانونو فواره ده. زما له دغو ټيټو اوبو او كمزوري گرد سره څه كار؟؟؟ زه خو له بلې هوا څخه مست يم. وې ويل چې د لاس انجلس په همدې كنسرت کې، د شرابو په نيشو كې ډوب د ستيژ پرمخ راغلى و او بايد زموږ د نوي كال دخرابې شوې شپې بيه بيرته راكړي ... ومې ويل په هغې ويډيوكې چې د كنسرت فلم په كې اخيستل شوى و په خپلو ځوريدلو سترگو مې وليدل چې د كنسرت د جوړونكي له خولې،همدا چې د فرهاد دريا د مسموميت غږ پورته شو، د سالون له نيمو څخه زياتو حاضرينو پوره يو ساعت نارې سورې ووهلې او ونڅيدل او تر اوسه پورې هم څوك نه پوهيږي چې څوك د چاپوروړى و !!!ومې ويل: مهربانو خلكو ! وبښئ ،چې مسموم يې كړم او په دې بريالى نه شوم، په هغه هيله چې لرله مې، تاسو ته سندرې ووايم. ځينو وويل: زموږ پنځوس ډالره به څنگه شي ؟ ومې ويل خير دې ، دومره راباندې گران ياست، له دې سره، سره چې د مطلق اجل له بستر څخه راولاړ شوى يم، چمتو يم چې پرته له پيسوڅخه تاسو ته كنسرت اجراء كړم او په وړيا سندرې ووايم. بيا يې وويل: كله چې چمتو يې په وړيا سندرې ووايې، هرو مره گناه لرې !!! .... آئينې ته مې وويل آئينه جانې ! سندرې ووايم يو عذاب، ويې نه وايم بل عذاب !!! لويه خدايه دا څه كيسه ده ؟ !... لكه دا چې ما له خداى بښلى ملا نصرالدين سره څه خپلوي لرله، خو په دې څلويښتو كلونو كې پرې نه پوهيدم ؟ ! ورو، ورو د ملا د زوى او خره كيسې زما په لور خوله كږوله چې څه ډول خلكو دوى درې واړه په كراره نه پرې ښودل ترڅو ملا خپل خر سيند ته گوزار كړ او غوږونه يې ورڅخه په ارامه كړل !!!كيداى شي د لاس انجلس د كنسرت د پيښې ""ولې"" دعلتونو په يوې كړۍ کې وي: حسادتونه، ناروغه سيالۍ، رواني مشكلات، د شهرت او محبوبيت غولونكې جلوې، امنيتي چمتووالي ته كمه پاملرنه او په لسگونو نور دليلونه چې هريو كولاى شي داسې حالت رامنځته كړي. نه شي كيداى د حسادتونو او ناروغه سياليو مخه ونيول شي. د شهرت او محبوبيت ځان غوښتنه هم داسې څيز نه دى چې هنروال هغه په پيسو وپيري او د جامو په څيريې واغوندي. كله چې قسمت و، له ناڅرگند ځاى څخه را رسيږي. نور له لرې حلوا او شيريني ويني، خو خپله د هنروال برخه له همدغه شهرت او محبوبيت څخه، زياتره زهر او خنجر وي. يوازې هنروال پوهيږي چې د شهرت كاسه دوه رنگه اوبه لري: يو د كاسې د مخ اوبه دي چې رڼې، خوږې او غولونكي دي او له لرې پريوې دنيا جادو كوي او زه هغه سراب بولم. نورې د تل اوبه دي چې هغه ترخې دي. هغه اوبه د شونډو په سر، يوه يا دوه ثانيې په اصطلاح ""لباسي"" دي او د شهرت كاسه له دغو اوبو څخه ترڅوكو ډكه ده. يوازې هنروال او خپل خداى يې د تل د اوبو له خوند څخه خبر دي او بس.د ايمني او امنيتي تياريو په برخه كې په هغه اندازه چې د كنسرت جوړونكي مسوول دي، ښايي زه خپله هم قصور ولرم. ما ترنن پورې هيڅكله نه دي غوښتي د خلكو ترمنځ له د ( لرې شى! لرې شى!) ويونكو لنډه غرو سره وليدل شم،. نه غواړم چې په دې وسيله ځانځاني او ځان غوښتونكى وواسم او داسې څرگنده كړم چې پردوى باور نه لرم. تل مې ويل: هغه دريا چې خپله خلكو جوړ كړى، لوى خداى (ج) او خلكو ته سپارم. له ساتونكي سره اوږه په اوږه د خلكو ترمنځ څرگنديدل، د خلكو د دريا له شان څخه لرې ده. خو ومې ليدل چې په پاى كې څو لنډغرو زما پر باور وځغاستل او داسې وشول چې ټول يې شاهدان يو. پردغو دلايلو برسيره د زمانې حافظه هغه څه را په يادوي چې د پراخو پيښوخبر راكوي او كله آن زموږ د هېواد په تاريخ او فرهنگ كې ريښې لري:احمد ظاهر يې په ډيره ناځوانۍ وواژه. ساربان يې له ټولې مينې سره چې په ستوني كې يې لرله، له حسد څخه په نشه روږدى كړ چې كار يې ليونتوب ته ورسيد. ناهيد ،چې د وريښمو په شان غږ يې د الوتونكو چهچهې ته ورته و،هم د حسادتونو تريخ ښكار شوه. حميدالله چاريكاري- د پرگنو د موسيقي زرين هنرمن ـ له دواړو پښو شل شو، د كابل ښار د ټپي واټونو په کوم پاى كې د تنگلاسى په څپوكې ومړ٠ فيض محمد منگل او نياز محمد منگل، دغه دواړه هنروال پلار او زوى يې په دوو بيلابيلو جرمونو ووژل. پلار يې مجاهدو په دې جرم چې د كمونيستانو په راډيو (راډيو افغانستان) كې سندرې ويلې له تيغه تيركړ او د زوى سريې د كمونيست حكومت مامورينو، د مجاهدينو لپاره د جاسوسي په تور، له تن څخه جلا كړ. د خان قره باغي ماغزه يې وپاشال. د ماستر فضل غني غږ په جلال آباد كې د واده په يو محفل كې د بم په چاودولو سره غلى شو. د فضل احمد نينواز ژبې خپل خاوند تباه کړ، او په دار وځړول شو. د استاد هاشم د ستوني شاهرگ د ده د شاگرد او دوست له خوا د حسادت په توره پرې شو. د نصرت پارسا وینه د ده د غږ غوښتونكي تنكي ځوان په وسپنيز سوك پر ځمكه توې شوه. سرنده غږونكى ماشيني يې د ساز او مينې په جرم په جيل ننويست او د مرگ تر پولې يې په دوره وواهه. د دريو هنروالو ستوني يې په پكتيا كې د كنسرت له اجراء كولو وروسته پرې كړل. دترکمنی موسیقۍ د بلبل قربان نظر په گډون يې اووه تنه هنروال په جوزجان كې د واده له جشن وروسته تيرباران كړل.خو ددغو بې وزلو صادقو خدمتگارانو وهل، ټكول، سپكاوى، د اوبو او ډوډى چور او چپاول د بې ارزښته پيښو په شان تل زموږ په زمانه كې ترسره شوي او ددغو كيسو بې شماره كتابونه او داستانونه شته.او په پاى كې، دادى فرهاد دريا ... كه يې وويل ""افغانستان"" وى ويل ""سلام"" د بابا او هندوكش دقامت په لوړوالي يې ""افغانستان"" يادکړ. كه يې وويل د بدمرغې جگړې په وخت كې يې، د ورورۍ، ملي وحدت، ملي اوپخلاينې لپاره سندرې وويلې. كه يې د مينې سرود وغږاوه او كه يې فرياد وكړ او كه يې د آزادۍ او د ملت د پاڅون غږ اوچت كړ چې مظلومان وو. كه په غربت كې و، سوځيدلي نسلونه او له پلرني كور او كهول څخه لرې يې د ساز او مينې په جادو سره له افغانستان سره نږدې كړل او پيوند يې وركړ. په سلگونو زره افغان معصوم ماشومان چې ""سلام افغانستان"" سرود په ياد لري، د ""كاكا فيراد ديرا"" لپاره له زهرو څخه غوره سوغات په لستوڼي كې لرل. پوهيږم !كيداى شي د لاس انجلس د كنسرت پيښه، زما لپاره د ويښيدو غږ و او د نورو لپاره د هوښيارى زنگ وي چې ... (بیا تا قدر یکدیگر بدانیم) ...ښايي هنروال د خلكو په قدر پوه شي چې د دوى دسرسترګې دي، ځكه كه څه يې ترلاسه كړي دي له دوى څخه يې ترلاسه كړي دي. د دوى نيكمرغي او بدمرغي د لوى خداى (ج) په اراده او د خلكو په لاس كې ده. په مقابل كې خلك هم ښايي هنروال ګران وگڼي چې د ژوندانه د يوازيتوب په شيبوكې، له پاك خداى (ج) وروسته، د دوی غږ تل خلکوته دمرستې او مينې لاس ورکوي. هغه د تاريخ په تلپاتې څلې كې د دوى د فرهنگ او هويت روښانه څراغ اوبولي، چې له پښو پاتې انسان ته هيله وربښي او په خپه زړونوكې هيلې راويښوي.هنروال د خلكو ژبه ده ... د خلكو ستونى دى ... او بې ترنگه كورخو كور نه، گور دى!(بیا تا قدر یکدیگر بدانیم) ... افغاني ټولنې په څو وروستيولسیزوكې ډيرعزيزان له لاسه وركړي او خپله يې ننداره كړې ده. هره كوچنۍ اشاره ستر عبرت دى چې لوى خداى (ج) يې زموږ په مخكې ږدي چې له هغه څخه زده كړو. د سولیدو او ورکیدو فصلونه يو په بل پسې راځي او تيريږي، دهغو هيلو ريښې چې په خپلو لاسونو مو د ځمكې په زړه كې پرې كړې. څومره شنه باغونه او بڼونه چې د دښمني پر لاسونو مو له پاڼو څخه خالي كړل. څومره له ستورو ډك آسمانونه چې همداسې ورژيدل او پوه نه شو چې تللى كاروان هيڅكله بيرته نه راگرځي.(بیا تا قدر یکدیگر بدانیم) نړيوال زموږله تاوتريخوالي او تورې سره پوره اشنا دي. اوس د مينې وخت دى. د مينې مجال دى. مينه چې دپروردگار بل نوم دى. مينه چې اسم اعظم دى او موږ افغانانو له دې مينې، له دغه گنج، له دغه روان نعمت څخه ډک يو او ښه ډيره مينه لرو٠ پوهيږم ! پوهيږم .ښه پوهيږم.د ملنگۍ ، مينې اوښکلا د سندرونغمه ګرفرهاد درياد 2006 كال د جنوري 7 نيټه ويرجينيا ـ امريكا فرهاد دريا خپله نوې سندره !ستا د سترګو بلا واخلم ٬ خپل د ږغ مينه والو ته وړاندي ",د خلكو دوعا ماته دوا شوه ! 717,ننداره," دباجوړ ايجنسۍ وروستۍ خونړۍ پېښه چې کم نه کم اتلس تنه ځايي قبايل او څلور تنه بهرنيان پکې ووژل شول ، دجمعې په ورځ پېښور کې د زرګونو مظاهره چيانو له خوا وغندل شوه -مظاهره د ملايانو د ګډ سازمان متحده مجلس عمل له خوا ترتيب شوې وه له پېښوره د نندارې راپور: دباجوړ ايجنسۍ وروستۍ خونړۍ پېښه چې کم نه کم اتلس تنه ځايي قبايل او څلور تنه بهرنيان پکې ووژل شول ، دجمعې په ورځ پېښور کې د زرګونو مظاهره چيانو له خوا وغندل شوه -مظاهره د ملايانو د ګډ سازمان متحده مجلس عمل له خوا ترتيب شوې وه خو يو شمير نورو ګوندونو هم ددوى ملاتړ کاوه -په دغو ګوندونو کې نيشنل پارټي ،مسلم ليګ او د پيپلز ګوند هم شامل وو- مظاهره دپېښور د دوو ځايونو مهابت خان جومات او مدني جومات نمک منډۍ نه پيل شوه او د کيسه خوانۍ په څلور لاري کې رايوځاى شوه -پارېدلو مظاهره چيانو د امريکا د متحده ايالاتو د اولس مشر جارج بش ګوډاګي ته اور واچولو ، ددغه هيواد بيرغ يې وسوزولواو [ دامريکا سره چې يار دى -غدار دى غدار دى ]شعارونه يې ورکړل - مظاهرې ته دمتحده مجلس عمل يو چارواکي مولانا دوست محمد دوينا پر مهال په باجوړ ايجنسۍ کې د امريکا له خوا تر سره شوي عمليات وغندل او د پاکستان ددولت نه يې غوښتنه وکړه چې دنوموړي هيواد سره خپلې ډيپلو ماټيکې اړيکي وشکوي - وروسته مظاهره چيان دلاريون په شکل کې دامريکي د قو نصلګرۍ مخې ته لاړل او هلته يې هم دامريکا مرده باد او اسلام زنده باد شعارونه ورکړل -دوى خپل احتجاج ليک دقونصلګرۍ چارواکو ته وسپارلو - ديوشمير خلکو په وينا پېښور کې د جمعې د ورځې په مظاهره کې نزدې اتو زرو خلکو ګډون کړى و -دپېښور د مظاهرې تر څنګ دجمعې په ورځ د پاکستان په ټولو لويو ښارونو کې مظاهرې وشوې -   ",پېښورکې دامريکا اوپاکستان پر ضد ستره مظاهره وشوه 718,ډاکټر حسن - لندن," دالفت د میکدې چي څوک میخور وي       لکه تاک په هر یو رګ کې به ئې شور وي په ځلا نده مخ ئې ژر دوکه ؤ نه خوري       هسې نه لکه ایئنه بل مخ ئې تور وي فقط اوس زما د سترګو کعبه نه ئې           په لحد کې به مې هم مخ ستا په لور وي ستورو لپي وي رڼا ته ئی نیو لې               د زلفانو په ما ښام کې ئې شبکور وي دمنګي په څا څکو لو ند سا لو کې راغله     په لمن لکه دغره لا له زار خور وي داسمان دشته وړه ورته ښکاریږي               چې حسن د تفکر په نیلي سپور وي ",غزل 719,محمد بلال احديار- پېښور," نن مې دفکر ټال کښې چې دې خندل زنګیدې او ما ته نه راتللې ای دخایست ښاپیرۍ ای دښکلا پرښتې لاړم تصویر ته دې بیا تاؤ شوم راتاؤ شومه ترې یو څو طوافو نه پس مې کړو زړګي ته نزدې ورته مې ډیر وژړل ورته مې ډیر وژړل بیا مې دزړه کعبه کښې را زرغونه غوندې شوې ستا دښایست ګلان مې دخپل زړګي دشته کښې په اوښکو بیا تازه کړل په اوښکو بیا تازه کړل   ",د فکرټال 720,حقمل," د سلواک ددفاع وزير جورج ليسکا ژمنه کړې چې د افغانستان د ملي اردو سره به د ١٤ ميليونو شپږ سوه زرو ډالر په ارزښت ٢٠٠٠ ټنه وسلې او مهمات مرسته وکړي او د ملي اردو په روزنه کې به برخه واخلي .دغه مرستې به د امريکا له خوا له سلواکيا څخه افغانستان وليږدول شي او د ملي اردو په واک کې به ورکړل سي .ملي اردو نوې د جوړيدو په حال کې ده او د پخوانۍ اردو ټول تجهيزات او مهمات د جګړو په کلونو کې لوټ او تاراج شول . ",سلواکيا له افغانستان سره د مهاماتو مرسته کوي . 721,حقمل," د افغانستان د ترانسپورت وزارت وزير قاسمي چې يوازې څو وزره زړې الوتکې او کنډو کپر هوايي ډګرونه په واک کې لري د پنجشنبې په ورځ د يو شمير بهرنيو هېوادونو او بانکونو د استازو په ګډون يوې غونډې ته وويل چې دغه وزارت په پام کې لري په راتلونکو ٣ کلونو کې ټول ټال د هوانوردي او ترانسپورتي ٤١ پرمختيايي پروژې چې لگښت يې ٧٤٣ ميليونه ډالر کيږي په هېواد کې پلي کړي . په دغه پروژو کې د کابل هوايي ډګر د نوي ترمينل اود قندهار ، هرات او مزارشريف د هوايي ډګرونو جوړول او د ٤١ نورو هوايي ډګرو نو فعالول د يو شمير وړوکو الوتکو پيرودل او دځمکني ترانسپورت موټري شامل دي . ",د ترانسپورت وزارت د٤١ پرژود پلي کولو خيال لري . 722,حقمل," نړيوال بانک له کال ٢٠٠٢ څخه تراوسه پورې په مختلو ډګرونو کې له افغانستان سره ٩٧٣ ميليونه ډالره مرسته کړې ده چې ډيره يې د پوهنې ، روغتيا ، اقتصاد ، مخابراتو ، بريښنا او نورو ټولنيزو برخو کې شوي دي . له امريکا او بريتانيا وروسته د نړيوال بانک مرستې په لويه پيمانه له افغانستان سره تر سره شوي دي. ",افغانستان سره دنړيوال بانک ٩٧٣ميليونه ډالرمرسته 723,حقمل," د پاکستا لومړي وزير شوکت عزيز د ملګروملتونو له سرمنشي کوفي عنان سره په کتنه کې وويل پاکستاني استخاباراتو په پلټنو کې داسې بېلګې نه دي موندلي چې د باجوړ په سيمه کې دې په بريد کې د القاعده غړى وژل شوي وي . وړاندې په رپوټونوکې راغلي وو چې په دغه بريد کې د القاعده د مرستيال زوم او دالقاعدې د بم جوړولو کارپوه په ګدون ددغې ډلې يو شمير جګ پوړي غړي وژل شوي دي. .دغه بريد د القاعده د مرستيال الظواهري د وژلو په موخه تر سره شوى وو ، په دغه بريد کې ١٨ ولسي وګړي وژل شوي او يو شمير ټپيان شوي وو . د شوکت عزيز خبرې په داسي مهال کې کيږي چې د پيشور په ښار کې د جمعې په ورځ په زرګونو تنو د جمعې د لمانځه له اداکولو ورسته د امريکا پر ضد لاريون وکړ اومړ دي وي امريکا شعارونه ورکول او د امريکاد قنسلۍ د تړل کيدو غوښتنه يې وکړه . د پاکسان په يو شمير نورو ښارونو کې هم د امريکا پر ضد لاريونونه تر سره شوي دي. ", داسې بېلګې نشته چې دالقاعده غړي دې وژل شوي وي. 724,حقمل," د عراق د دفاع ، کورنيو او روغتيا چارود وزارتونود رپوټ له مخې د٢٠٠٥ زيږديز کال په بهير کې په متوسط ډول هره روځ ١٥ عراقيان په بمى ، ځانمرګو او نورو وسله والو بريدونو او چاودنو کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى . د هغه رپوټونو له مخې چې پرون په خبرى رسنيو کې خپاره شول د تيرزيږديز کال په بهير کې ټول ټال ٥٧١٣ عراقيان په اخ او ډب کې وژل شوى چې د هغه له جملې څخه ٤٠٢٠ تنه ملکى او ١٦٩٣ تنه فوځى او دولتى عراقيان دى . همدا شان ١٧٠٢ مخالف جنګيالى وژل شوى او ٩٢٦٤ تنه مخالف جنګيالى ددولتى ځواکونوله خوا نيول شوى دى . د تير کال په تاو تريخوالى که ٨٣٧٨ تنه عراقيان ټپيان شوىدى چې ٦٠٦٥ تنه يې غير فوځيان وو. ",٥٧١٣ عراقيان تير کال وژل شوى دى . 725,حقمل," د افغانستان د روغتيا وزير منلې چې په عربستان کې د افغان حاجيانو له پاره ددغه وزارت د روغتيايى ډلې درمل اودارو په ختميدو دى او په دې برخه کې يې د سعودى عربستان څخه د مرستې غوښتنه کړې . تر اوسه پورې په عربستان کې ١٠ تنه افغان حاجيان په حق رسيدلى او د روغتيا وزارت وايى د ناروغانو د زياتوالى په پرتله ددوى روغتيايى ټيم ددرمل د کمښت له امله له ستونزو سره مخامخ شوى دى .د روغتيا وزير داکتر فاطمى وايې که عربستان په دې هکله ورسره مرسته و نه کړى نو دوى به د اړتياوړ درمل له کابل څخه سعودى ته واستوى .له بل لورى د سعودى عربستا امنيتى چارواکو دوه تنه افغانان په دې تور نيولى دى چې افغان حاجيان يې لاريون کولو ته هڅول . ",د افغان حاجيانوله پاره درمل او دار و په ختميدو دى 726,,"   نن خبریالانو ته دیوې خبري غونډې پرمهال ددولت ویاند کریم رحیمي وویل چې په نیږدې راتلونکې کې به ولسمشر حامد کرزی ځینو هیوادونو ته په سفر لاړشي. نوموړي زیات جزئیات ورنکړل خو ایران یې وښود چې ولسمشر به هورې په سفر لاړ شي. ",ولسمشر کرزی یو لړ سفرونه کوي. 727,,"  تیر ماښام دبرک دبنگله دېشۍ موسسې یو افغان انجنیر په یوه مسجد کې چې په لمانځه بوخت وه دنامعلومو کسانو له لورې وژل شوی. ددغه ولایت چارواکي وايي چې دپیښې په اړه پلټنې روانې دي دغه انجنیر دنوموړې موسسې په چوکاټ کې دملي پیوستون دپروگرام دیو لړ پروژو په کار بوخت وه. د هلمند څخه د بېنوا ويبپاڼي خبريال د ورته پېښي په اړه داسي ليکي : ع : نورزي هلمند تېرماښام دهلمند دصافيانودكلي په يوه جومات كښي په هلمند كي دبرك افغانستان دموسسې يوكاركونكى انجنيرميرويس هغه مهال ووژل شوكله چي نوموړي دماښام لمونځ ددې كلي په يوه  جومات كښي اداء كوي . دهلمند دامنيه قوماندانۍ مرستيال حاجي محمدايوب ومنله چي نوموړي انجنيردافغانستان دلوګراوسيدونكي وو اوپه هلمند كښي ددغه موسيسې دملي پيوستون دپروګرام په پروژوكښي يې كاركاوه . ده وويل : چي دپيښه په تورئې تردامهاله څوك نه دي نيولي . داپه داسي حال كښي ده چي كابودرې مياشتي مخكي هم ددغه ولايت دعلماء دشورا رئيس مولوى صالح محمد اويوكال مخكي دهغه زوی ملاعبدالقيوم اخندازده هم په نوموړي مسجدكښي دنامعلومووسلوالولخواوژل شوي وه .",په هلمند کې دبرک بنگله دیشۍ موسسې انجنیر وژل شوی. 728,حقمل," په هغه بريد کې چې تيره شپه د اسرائيلو د جنګى الوتکې له خوا د فلسطين د غزې د تراړې په شمال کې د جباليا د کډوالو په پند غاړى تر سره شو د اسلامى جهاد د سازمان دوه تنه وژل شوىاو يو تن سخت ژوبل شوى دى . په دغه بريد کې دوه تنه ملکى کسان هم ټپيان شوى دى . ",داسرائيلو په بريد کې دوه فلسطينيان ووژل شول . 729,حقمل," د جرمنى د باوارياى په ايالت کې د يخ پر مخ د سکى د لوبو د يوې ودانۍ د چت د رالويدو له کبله د څلورو تنو ماشومانو په گډون څه ناڅه ١٠ تنه وژل شوى اود ٢٠ کسانو په شاوخوا کې ترى تم شوى دى . د ژغورنې عمليات په چټکۍ سره روان دى او څه کم ٣٠ تنه له ودانۍ څخه په وتو بريالى شو دى .ويل شوى چې د ودانۍ چت د ډيرې واورې له کبله رالويدلۍ دى . ودانۍ په ٩٠ لسيزه کې جوړه شوې ده . ",د جرمنى په يوه ودانۍ کې څه ناڅه ١٠ تنه وژل شوى 730,," ", 731,حقمل," نن له غرمې مخکې د خوست ښار په ختيځه سيمه کې ٣ تنه هغه وخت ووژل شول چې ناپيږانده وسله والو پرې بريد وکړ . په دغه بريد کې يو بل تن ټپى شوى دى .پوليسو په دې اړوند څوک نه دى نيولى ، خو سيمه د پوليسو له خوا کلابند شوې ده او دنيولو هڅو زور موندلۍ دى . ددغه بريد او وژنو لامل پخواني خپل منځى اختلافات او تربګنى بلل شوې . ",په خوست کې ٣ تنه په وسله وال بريد کې وژل شوى دى. 732,," تيره شپه د ٩ بجو په شاو خوا کې د هرات ښار د محبس واټ سيمه کې درنه چاودنه شوې چې د يو شمير کورونو هيندارې يې ماتې کړى دى او يو دکان يې هم ويجاړ کړى دى . دغې چاودنې مرګ او ژوبله له ځان سره نه لرله . د سيمې يو شمير اوسيدنکو له بينوا سره په خبرو کې د تيرې شپې پيښه چاودنه بللې او وايې چې له چاودنې سره سم د سيمې د کابو ٢٥٠ کورونو بريښنا هم له منځه ولاړه .مګر د هرات يو شمير امنيتى چارواکى دغه پېښه چاودنه نه ،بلکې تخنيکىستونزه بولى . ",په هرات کې تيره شپه درنه چاودنه شوې . 733,فواد,"   په انډونيزيا کې نيزونو نهه پنځوس تنه د مرګ کندې ته وغورځول.     د نوموړي هيواد د چارواکو په وينا، د مړو په ډله کې دوه تنه يې مرستندويه کارکوونکي او نور يې ملکي وګړي دي. دا سيلابونه د زياتو اورښتونو په پايله کې رامنځته شوي چې سيندونه يې خروښولي او د ځمکې د ښوويدو سره يې لارې هم بندې کړي دي.     که څه هم د ژغورنې ډلې زيانمنو شويو سيمو ته وردانګلي خو د لارو بنديدل د هغو کارونه هم ټکني کړي دي. ",په انډونيزيا کې نيزونو مرګ ژوبله واړوله. 734,," د هغو سختو سيلابونو له امله چې د اندونيزيا په ختيځه برخه کې د دوو ورځو پرله پسې بارانونو څخه وروسته رامينځ ته شول څه ناڅه ٥١ تنه وژل شوى او د جمبر په سيمه کې چې د جاکارتا په ٨٠٠ کيلومترى کې پرته ده ٤٥٠٠ تنو خپل کورونه له لاسه ورکړ دى .د سيمې ترانسپورتى لارې بندى شوى دى او دژغورنى عمليات په سيمه کې د ورکو شوو په اړوند روان دى.د سيمې يو شمير کلې د ځمکې د ښوئيدو له کبله ډير زيانمن شوى دى . ",په اندونيزيا کې سيلاب ٥١ تنه له منځه وړى دى. 735,," د واشنګټن ټايمز ورځپانې په نننۍ ګڼه کې ليکلى : صدام خپلو دوو تنو وکيلانو ته ويلى که چيرې په مرګ محکوم شوم غوره بولى چې د اعدام پر ځاى تيرباران شم . دغه امريکايى ورځپاڼې د عصام الغزاوى له خولى، چې د صدام له وکيلانو څخه دى زياتوى ، ( زه خپل دغه ژوند ته ارزښت نه ورکوم ، هر انسان يو وخت له دغه دنيا څخه بايد لاړ شى ).صدام تورن دى چې د ٢٥ کلن حکومت پر مهال يې په عراق کې په سل هاوزره تنه خلک وژلى دى . ",صدام : غوره بولم چې تيرباران شم . 736,حميد وردګ," ټاکل شوې ده چې سبا د چارشنبې په ورځ به د افغان دولت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د چارو وزير اعظم دادفر او د لوړو زده کړو وزير امير شاه حسنيار د ولسي جرګې د هغه ټاکل شوي کمېسيون غړو ته ځواب ووايي کوم چې د ولسي جرګې له منځه په لنډ مهاله توګه ټاکل شوي دي ،د کمېسون غړي به د محصلينو او کډوالو د ستونزو په اړه وړانديزونه وکړي او وزيران به يې د حل لارو په اړه ځواب ورکوي ، دا چې دا سوال او ځواب به څومره ګټور شي راتلونکې به يې ځواب وايي .د يادولو وړ ده چې اوسمهال د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ګڼ شمېر وکيلان په رخصتۍ وتلي خو د کمېسون نوموړي غړي هغه کسان دي چې اوس اوس په کابل کې ژوند کوي . ",پارلمان ته سبا دوه وزيران ځواب وايي : 737,,"   دشاه شهید زیارت چې دکابل ښار په سهیل کې پروت او یو لرغونی زیارت بلل کیږي بیا ورغول شو او پر موخه یې په همدې زیارت کې دیوې غونډې په ترڅ کې داطلاعاتو او کلتور وزیر مخدوم رهین او افغانستان ته دامریکې دمتحدو ایالاتو سفیر رونالډ نیومن خبرې وکړې. مخدوم رهین دامریکې دمتحدو ایالاتو دیو لړ هغو مرستو نه چې دتاریخې اثارو دبیاژوندې کولو لپاره یې کړي مننه وکړه. دغه راز نیومن وویل چې دامریکا متحده ایالات له افغانستان سره دمرستو په لړ کې دلرغونو اثارو دبیارغونې لپاره هم ژمن دی. دشاه شهید زیارت ودانۍ په جگړو کې ورانه شوې وه چې دامهال دامریکې دمتحدو ایالاتو په مالي مرسته ورغول شوه او ٣٧٠٠٠ امریکایي ډالره پرې مصرف شول.  ",دشاه شهید زیارت بیاورغول شو. 738,ولي اڅګزی - جرمني," ويکيپېډيا يوه پرکرښه يا آين لاين پروژه ده چي موخه يه د نړۍ په ټولو ژبو د جامع پوهنغونډ جوړول دي. دغه پروژه چي په لومړي سر کښي په انګليسي ژبه پېل شوې وه، اوس ورپکښي د نړۍ نوري ډيري ژبي هم زياتي شويدي.  د ويکيپېډيا پښتو وېبپاڼه د 2005 مېلادي کال د مئ په مياشت کښي پېل شوه. له بده مرغه تر اوسه پدغه پاڼه کښي ډېري مقالې ندي خپرې شوي. پداسي حال کښي چي د نورو ژبو په پوهنغونډونو کښي هره ورځ ګڼ شمېر خلک کار کوي د پښتو د پوهنغونډ په پاڼه کښي د برخه والو شمېر ډېر کم دی. د انګليسي ژبي په پاڼه کښي د مقالو شمېر 9  لکو،  د الماني ژبي د مقالو شمېر336000    ته  او  د لږ  وخته پېل شوې فارسي پاڼي د مقالو شمېر تر 8  زرو مقالو نه اوړي. خو له بده مرغه  د پښتو پوهنغونډ د مقالو شمېر تر  70  لا کم  دی.  http://ps.wikipedia.org/wiki/Main_Page که اېرانيان، کردان او نور وګړي خپل برېښنيک  پوهنغونډ جوړولای شي نو زه پدې يقين لرم چي پښتانه هم تر هغو ندي پاته. تاسوهم  کولای شئ چي پدغه پوهنغونډ کښي برخه واخلی او خپلي مقالې خپرې کړئ او يا د ويکيپېډيا د نورو ژبو مقالې په پښتو وژباړئ. ښه به وي که هغه کسان چي پدغه پروژه کښي ونډه اخيستل غواړي يا ونډ اخلي يو د بل سره تماس ټينګ کړي او لږ تر لږه په پېل کښي يو د بل سره ګډ کار وکړي.  د بېلګي په توګه لومړی اړين کار د ويکيپېډيا  د مېنوګانو او لارښونيزو پاڼو په پښتو ژباړل دي تر څو نوي برخه وال پر کرښه مرسته تر لاسه کړلای شي. موږ غواړو چي ددغي پروژې د برخه والو يوه پرکرښه يا آن لاين  کمېټه جوړه کړو. که تاسوهم پدغه پروژه کښي ونډه اخيستل غواړی اويا د وړاندي لا ددغي پروژې برخه وال ياست  نو د برېښناليک په لاندنۍ پته زموږ سره تماس ونيسئ. wikipedia@qamosoona.com  احمدولي اڅکزی، المان   ",راځئ چي د پښتو پوهنغونډ جوړ کړو 739, ګل آغا احمدي وردك,"  ګل آغا احمدي وردك افغانستان د بيا آبادۍ په درشل كې قرار لري چې د هرې ورځې په تيريدو سره په دې هيواد كې د بيا آبادۍ نوې نوې اغيزې ليدل كيږي. خو لدې سره سره افغانستان ته چې د هره اړخه وكتل شي نو دومره وران شوى دى چې په لنډ وخت كې د نوموړي هيواد د بيا آبادۍ په ډګر كې د سترو سترو بدلونونو تمه نه شي كيداى بلكي په طبيعي ډول د بيا رغولو اوږدمهالې او هغه پروسه كولاى شي چې په ټوله نړۍ حاكمه ده زموږ هيواد به هم په تدريجي توګه او د خپلو بچيانو د هر اړخيزو هلو ځلو په وسيله د بيا آبادۍ غيږې ته ور درومي. همدارنګه د بيا آبادۍ كارونه په وړيا ډول هم شوني نه دي چې سر ته و رسيږي بلكي د هيواد خپله طبيعي پانګه، د هيوادوالو هڅې او د نړيوالو اړخونو اخلاصمندانه مرستې د يوه غښتلي كاري ځواك په وسيله د بيا آبادۍ چارو ته سمون بخښلى شي او په دې لاره كې ګټور ثابت كيږي. افغانستان په څومره اندازه وران شوى دى؟ د افغانستان د ورانۍ په اړه مختلف اټكلونه موجود دي خو په دې اړه هيڅوك كوټلې خبره نه شي كولاى چې هيواد څومره وران شوى دى؟ او څومره مالي زيانونه ورته رسيدلي دي په داسې حال كې چې معنوي زيانونه خو دومره دي چې د محاسبې له حد نه زيات دي خو ځينې اقتصادي شنونكو د افغانستان د ورانيو ټول ټال اټكل له ۳۰ ميليارد امريكايي ډالرو څخه زيات ښودلى دى. بايد وويل شي چې د افغانستان ټولې اقتصادي، ښوونيزې، سياسي او ټولنيزې زيربناوې د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غويي د كودتا او ورپسې د شوروي د يرغل وروسته د دونيمو لسيزو جګړو په ترڅ كې په ډير بد شكل ورانې شوې دي چې د بيا رغولو انتظار باسي. بيا رغونه داسې يوه اوږده پروسه ګڼل كيږي چې د انسانانو د ژوند سره سمه پر مخ درومي او په نړۍ كې هيڅ هيواد يا ټولنه په دې نه ده توانيدلې او نه د دې توان لري چې په تصادفي ډول دې يو ځل ګل ګلزار شوې وي بلكي هغه ټولنې چې د خپلې آبادۍ په لوړو كرښو كې قرار لري حد اقل ۲۰۰ يا ۳۰۰ كاله يې زيار ګاللى، نه ستړي كيدونكى كار يې كړى د خپلو حاضرو او خپلو راتلونكيو نسلونو لپاره يې د يوه خوشحاله ژوند د بنسټ ډبره ايښې ده. په خواشينۍ سره بايد په دې حقيقت اعتراف وكړو چې افغانستان په هره پيړۍ كې يو يا څو ځلې د بهرنيو يرغلګرو او كورنيو جګړو له لاسه خپله ټوله مادي او معنوي شتمني په داسې ډول له لاسه وركړې لكه تير پرون يې چې د غويي د كمونيستي كودتا، شوروي يرغل او كورنيو جګړو له كبله له لاسه وركړه. په دې ترڅ كې په ځاى د دې چې د حاضر او راتلونكيو نسلونو لپاره د نيكمرغه ژوند د بنسټ ډبره كيښودل شي، جګړه مارو كركترونو د افغانستان هغه ټوله مادي او معنوي شتمني په ډير بې پروا توګه له منځه يووړه چې نوې راټوكيدلې او د پرمختګ په لومړيو پړاوونو كې يې مزل كاوه. اوس كه په تيرو ناخوالو هر څومره اوښكې تويې شي نو پرته له افسوس او عبرت څخه بل څه په لاس نه راځي بلكي ضروري خبره دا ده چې د هيواد د هر اړخيزې بيا آبادۍ په لوري داسې پاخه ګامونه كښيږدو چې خپل هيواد ته د اخلاص، وروګلوۍ، يووالي او ريښتنولۍ په عملي صفاتو كې نغښتي وي. د هيواد پراخه او هراړخيزه بيا آبادي زياتو اساسي څيزونو ته اړتيا لري چې په دې ځاى كې موږ يوازې درې مهمو فكتورونو ته په لنډه توګه اشاره كوو. لومړى: د پانګې موجوديت لكه مخكې چې وويل شول چې د افغانستان د ورانيو د تاوان دقيقه شميره تر اوسه پورې هيچا ته نه ده معلومه خو په دې هكله مختلف اټكلونه موجود دي چې ځينو اقتصادي شنونكو د هيواد د زيربناوو د نسبي بيا رغولو لپاره له ۳۰ ميليارد امريكايي ډالرو څخه د زياتې پانګې د اړتيا اټكل كړى دى. شايد چې ياد شوى مبلغ به هم په دې و نه توانيږي چې د افغانستان نسبي بيا رغونه رامنځته كړي. بايد وويل شي چې خپله افغانستان به د نړيوالې ټولنې له مرستو پرته په ډير زيات وخت كې هم په دې و نه توانيږي چې د خپلو زيربناوو د بيا رغولو لپاره دې دومره پانګه برابره كړي خو د ټولو افغانانو ګډې او اخلاصمندانه هلې ځلې كولاى شي چې د نړيوالې ټولنې په ګډه همكارۍ د هيواد د بيا رغولو بهير ته پياوړتيا ور په برخه كړي. دوهم: غښتلى كاري ځواك د داسې غښتلي كاري ځواك موجوديت كولاى شي چې د هيواد د بيا رغونې بهير ته پياوړتيا ور په برخه كړي چې د اخلاص، ريښتينولى او هيوادنۍ مينې څپې يې د زړه د وينو په هر رګ كې ټوپونه وهي. افغانستان به د خپل افغاني كاري ځواك له موجوديت پرته له راز راز ستونزو سره مخ وي او د هغه پانګې زياته برخه به بيرته په يوه او بل نامه بهر ته ليږدول كيږي چې د نړيوالې ټولنې له خوا له دې هيواد سره د مرستې او يا اوږدمهالو پورونو په ډول كيږي. نو ضروري ده چې افغانستان پخپله په دې و توانيږي چې د يوه شامل او غښتلي افغان كاري ځواك خاوند شي.  دريم:د وخت په نظر كې نيول د افغانستان د ورانو زيربناوو په ترڅ كې د وخت په نظر كې نيول يو مهم فكتور ګڼل كيږي. كه موږ د ساري په توګه د بريښنا د يوه بند او فابريكې جوړښت ته په ژوره توګه وګورو نو جوتيږي چې د پانګې او كاري ځواك په درلودلو سره سره حد اقل له ۷ كلونو څخه تر ۱۰ كلونو پورې اړتيا ورته ليدل كيږي. په همدې توګه كه د هيواد بلې هرې ورانې شوې اساسي زيربنا ته د ټولو اړخونو سره يو ځاى په دقيقه توګه وكتل شي نو په تصادفي او بيړنۍ توګه يې د جوړيدو شونتيا نشته بلكي له ياد شوو دواړو فكتورونو سره يو ځاى د وخت په نظر كې نيول هم ورته ضروري دي.  ښكاري چې د هيواد اساسي بيا رغونه داسې آسانه او ساده خبره نه ده چې په سرسري نظر ورته وكتل شي بلكي د نورو فكتورونو تر څنګ به درې يادي شوي اساسي فكتورونه په ژوره توګه په پام كې ورته نيول كيږي. نوموړې پروسه يوه اوږدمهالې او افغان شموله پروسه ده. د خپل هيواد د بيا رغونې بهير ته كه په ژوره توګه وكتل شي نو سړي ته د پيښور د كارګرانو خبره ور په ياد شي كله به دې چې كوم خټګر او يا نجار په كور كې د يوه وران شوي څيز جوړولو لپاره راووست نو له ژورې كتنې څخه وروسته به يې وويل: ( جوړ به شي ټيم به الي او خرچه به پرې راځي). ",(ټيم به الي او خرچه به پرې راځي) 740,حميد وردګ," د ولسمشر کرزي له دفتر څخه په يوه تازه خپاره شوي فرمان کې ډاکټر غلام فاروق وردګ د پارلماني چارو د وزير په توګه ټاکل شوى دى په فرمان کې دا هم راغلي چې ښاغلىوردګ به د چارو د ادارې د رياست مشري او دوزيرانو د شورا د دارالانشاه د رياست دنده هم په غاړه لري. ",فاروق وردګ د پارلماني چارو د وزير په توګه وټاکل شو 741,," ", 742,," تېره شپه ناوخته مهال د قلات ښار د شيخ متي بابا د لېسې د سر ښوونکي عبدالحبيب سر د نا معلومو وسله والو کسانو له خوا د نوموړي کور ته څېرمه غوڅ کړى شوى دى ،سيمه ائيزو چارواکو د پېښې په تور څوک نه دي نيولي او په دې برخه کې يې خپلې پلټنې پيل کړې دي . ",زابل کې د لېسې د يوه سر ښوونکي سر غوڅ کړى شو. 743,," BBC د فلم نوم : قيس او ليلا وخت : ١١٣ دقيقې ژبې : مالي ، انگريزي او پښتو لارښود يا ډايريکټر : راجه احمد علاالدين قيس او ليلا د لرغونو زمانو د مينې کيسه نه ده بلکه د دې وروستيو کلونو په افغانستان کې د کندهار استوگن انځوروي .  فلم د ماليزيا په کولالمپور کې يوه ځوانه نجلۍ ( د فلم ستورې ، ليلا ) ښيي چې له خپل پلاره کرکه کوي .  دا په دې باور ده چې پلار يې پر مور زياتى کوي . ليلا په دې هيله چې پلار وکړوي افغانستان ته د تگ موزې په پښو کړي . ليلا د مير ت په نامۀ له يوې ماليزيايي مرستندويې ټولنې سره کار پيلوي چې د افغانستان د کندهار په ولايت کې فعاله ده . فلم په ښکاره دا نه وايي چې کوم کلونه يادوي خو په افغانستان کې جگړې ، وژنې ، لوږه او د امنيت نشتوالى انځور شوى دى .  فلم ښيي چې پر افغان ولس چورلکې بمبارۍ کوي . خو دغه چورلکې نه معلوميږي چې د چا دي .  د فلم د ستوري جهان مسکين ( قيس ) له خولې روسي يرغل ته اشاره شوې ده خو په داسې ډول چې د فلم زمان پکې بيا هم پوره نه ښکاري .  قيس په فلم کې د کندهار اوسيدونکى دى چې له ماليزيايي مرستندويې ټولنې سره کار کوي .  د دۀ يو ورور هم له همدې موسسې سره د موټر چلونکي دنده لري . قيس په ماليزيايي او انگريزي ژبو هم پوهيږي . فلم ښيي چې په هغه لومړنۍ ليدنه کې لا د قيس او ليلا ترمنځ د مينې تار سره په نښليدو دى . خو دوى دواړه تر پايه يوۀ بل ته د خپل زړۀ حال نه وايي . د قيس نور خپلوان په جگړو کې وژل شوي . دى يو سرټمبه ، وياړلى او د هوډ خاوند دى . هره سخته پخپله حل کوي .  ليلا بيا د مرستې لاس ورکوي خو قيس يې هر ځل نه مني . دا ورته په ماليزيا کې د زده کړو بلنه ورکوي خو قيس خپل ولس نه پريږدي .  تر ځينو بمباريو ، غلا غديو او ويرو وروسته ليلا بيرته ماليزيا ته ستنيږي . دغه سفر د دې د مور و پلار پر ژوند مثبت اثر پرېباسي .  ليلا په هره شېبه کې قيس يادوي او قيس بىا د ليلا تنهايي ځوروي . ليلا په ماليزيا کې د افغانانو بې وزلي او کړيدلى حالت له ځان سره يادوي . دې ته په هفغو سختو شېبو کې د افغانانو هوډ او پر ژوند قناعت عجيب ښکاري .  فلم تر ډيره د مسلمانانو ترمنځ د ورورولۍ او خواخوږيو بيلا بيل پيغامونه ورکوي .  په فلم کې پښتو ژبه په ځينو ځايونو کې داسې کاريدلې لکه پښتنو چې نه يې ليکلې يا ويلې . ",کندهارى قيس له ماليزيايي ليلا سره په فلم کې 744,کانديد اکاډميسن استاد محمد انور نوميالی,"   د تورو شپو په دربلو کي زنداني ومه زه د جار وتلو ځېنځېرانو قرباني ومه زه   لاس مي تړلی خوله گنډلې د شکنجو په چور کي د زوکلېدو ،د ځورېدو په دوږخي تنور کي   ساړه آهونه مي ېاغی سوه د اسمان په لوري سره اوسېلي مي شهابي د کهکشان په لوري   غمونو زور واخېست چي نور نو دزغملو نه وه د رنځېدلي زړه په غېږ کي د گاللو نه وه   سر کښه هيلي په سېنه کي نوري نه ځائېدې لېونۍ کرږي دزگېروي په شاني و خوځېدې   گوره چي چا مي د زړه پټه ناره واورېدله ېا بې حېا زگېروی ېې زما ناشکري وبلله   د کائناتو په تالار کي ېو غوغا جوړه شوه د اسمانونو په دربارکي ماجرا جوړه شوه   هڅه خو داوه چي ژغورني ته مي ورسېږې د قدرتونو ېو واکمن را باندي ورحمېږې   هلته ېو څوک په دبدبو کي پرتمېن ښکارېدی چا ته رښتېنی ساتندوی چاته لعېن ښکارېدی   دغه صحنه د طلسماتو ژر بدله سوله د خېر وشر د بېلېدو لاره ارجله سوله   دلويي خوړسکي تکه توره دربله سوه خپره د اړودوړ ېوه ناپاېه گردله سوه خپره   د ژوند بېړۍ مو په ډکو کي څپڅپانده سوله پر لوېو لارو مو ملگري لالهانده سوله   څوک پر ېوه او څوک له ډاره څه پر بله ولاړه له دې ټاټوبي څوک په زور او څوک پخپله ولاړه   ما چي پخوا له اهرېمنه څخه سر ټکاوه په خوشامند مي و بلاوو ته ځېگر ټکاوه   له سرو بلاوو سره توري هم را وبهېدې په هر تړه کي له خښمه څخه و غړومبېدې   نه پوهېدمه چي ېو څوک زما نجات ته راځي او که د داد په پلمه زما و مجازات ته راځي   ټولو زما د بېچاره وجود هډونه مات کړل هم يې پر ما باندي پېچلي ځېنځېرونه مات کړل   د ځېنځېرونو ماتېدو ته مي خندېږمه زه خو د وجود ټوټه کېدو ته بېا ژړېږمه زه       له ډنمارک څخه د عبدالمجيد رالېږنه",په خندا کی ژړا 745,کاندېد اکادميسن استاد محمد انور نومېالی," د عبدالمجېد رالېږنه وای پخه ډېموکراسي ده                           د انگرېز پرملک چليږيد ژوندون غوټۍ ئې ټوله                          په همدې کيلي خلاصيږيد ډېرېو عدالت دی                           حق و هر چاته رسيږي لږ هم حق لري د رايي                           د چا حق نه خوړل کيږي ازادي د ژوند اساس دی                          په گوندو اداره کيږي    د چا خوله نه ده تړلې                           هلته هر څه بېانيږيډلي سته شخړي ېې نسته                          خورا ښه سره چليږي    نه توپک ته ضرورت سته                           نه ترور ته څوک اړيږيپر لانجو د عقايدو                          خلگ نه سره جنگيږيمذهب بېل دی له سياسته                              ټکرونه نه پېښيږي هسي لار د تمدن ده                           چي قومونه په ښاديږي غرندک د غرتو ډک يې                           په ستاېنه نه مړيږيکې له ما پوښتی ملگرو                           دونه سد مي په رسيږيچي درواغ ـ رشتيا د ټولو                            په آېرلنډ کي معلوميږي    ",را به سو د بر ېتانيې تاريخی ډېموکراسۍ ته 746,," ", 747,عبدالهادي حيران," غزل   ستا د نوم نه مې اغاز د ژوندانه دىزما څۀ ښکلى انداز د ژوندانه دى ستا نظر که چا له هيڅ ندى نو نۀ دىولې ما له خو اعزاز د ژوندانه دى بندګي د خپل جانان د وجود کړمهدا مې ژوند دى، دا مې راز د ژوندانه دى د انسان غمونه هر ځاى چې دي خوري مېزما دغه سوز و ساز د ژوندانه دى ستا ""کتاب"" کې چې د مينې ټکى نشتهملا تا له څۀ جواز د ژوندانه دى؟؟؟ چا ويل څۀ ته شاعري کوې حېرانه!ما ويل دا هم يؤ اواز د ژوندانه دى ٢٠٠٣ مېلادي کال کراچي ","""ستا ""کتاب"" کې چې د مينې ټکى نشته""" 748,کابل," افغان ولسمشر حامد کرزى د يو درې ورځنى رسمى سفر په موخه د کابينې له يو شمير وزيرانو ا و سلا کارانو سره د ترکيې هېواد ته لاړ . په دغه سفر کې به حامد کرزى د ترکيې له ولسمشر،دپارلمان له رئيس او نورو لوړپوړوچارواکو سره وګورى . ترکيه د ايساف په چوکاټ کې څه ناڅه ٢٠٠ سرتيرى په افغانستان کې لري،او يو شمير خصوصى ترکى شرکتونه په افغانستان کې په مختلفو برخو کې په کار او فعاليت بوخت دى .ټاکل شوې ده ولسمشر کرزې د خپل سفر په ترځ کې ځينې تړنونه هم لاس ليک کړى . ",ولسمشر کرزى ترکيې ته لاړ . 749,," ", 750,حقمل," د پکتيا په ولايت کې د دولت ٢٧ تنه مخالفين د ملى پخلاينې له ليکې سره يو ځاى شول . د پکتيا والې د طالبانو او حزب اسلامى د يو شمير ځايى مشرانو او قوماندانو يو ځاى کيدل په دغه ولايت کې منى او وايى که چيرى داکسان وسله ولرى نو د ډاياګ پروګرام ته به يې وسپاري . والى وايى چې دغه کسان کولى شى په خپلو سيمو کې پرته له ويرې ژوند و کړى . د ملى پخلاينې کميسيون چې د صبغت الله مجددىتر مشر لاندى کار کوى په تير کال ددولت ډير مخالفين له جګړى او مخالفت څخه لاس په سر کړى دى . ",٢٧تنه مخالفين له دولت سره يو ځاى شوى . 751,حقمل," د کابل لومړنۍ محکمې دسه شنبې په رځ د يوې علنى ناستې پر مهال د سولې او بشرى حقونو په نامه د يوې نادولتي موسسې مشر په څلورکلنو او ٦ تنه کارکونکى په څلورو او دريو مياشتو بند محکوم کړل . دوى په درغلۍ او ټګۍ تورن دى او لږ تر لږه له ١٢٣٠ کسانو څخه يې د هر موټرپه سر ٥٠٠ ډالر د ضمانت په توګه اخيستى دى . دموټرو خاوندان ادعا لري چې د دريو مياشتو په تيريدو سره دوى ته دموټرو په بدل کې د نوموړى موسسې له خوا کرايه هم نه ده ورکول شوى .دغې موسسې يوازې دموټړو د ضمانت له مخې ټول ټال ٦ لکه ديرش زره ډالر خپل جوپ ته اچولى دى .د نوموړى موسسې مشر داتور نه منې اوو ايې د يوې دسيسې له مخې محکمې ته رابلل شوى دى . مګر د موټرو يو شمير خاوندانوچې په دې علنې ناسته کې موجود وو ، دغو کسانو ته د سختې جزا غوښتنه کوله او له قاضى څخه يې وغوشتل چې د وى ته دې د ضمانت پيسې ژر تر ژره ورکړل شى . ",د يوې موسسې چاراکو ته د بند جزا وارول شوه 752,حقمل," افغان امنيتى چارواکو په فراه کې ١٨٠ کڅوړې هيروئين او٢٦ کيلو ګرام ترياک،په هلمند کې د٤٧ کيلو ګرامه هيروئين، ١٠٢ کيلو ګرام اپين اوپه بغلان کې دوه ټنه کمياوى توکي او٢٧ ډبې تيزاب چې په هيروئين جوړولو کې ورڅخه کار اخيستل کيږى په تير ورځو کې تر لاسه کړى دى . ",په فراه هلمند او بغلان کې د نيشه يى توکو نيول 753,حقمل," د خوست لايت د يعقوبيو په ولسوالى کې په يوه کور باندې د توپ د يوې مرمۍ د لګيدو له امله کور ويجاړ او يوه ماشوم نجلى وژل شوې ده . په دغه بريد کې د نجلۍ مور او خور هم ټپيان شوى دى .امنيتىچارواکو وايى دوى نه پوهيږى چې دغه بريد چا او د کوم لورى شوى دى .تيره شپه دغه مرمى لګيدلې ده . ",نجلى مړه ،مور او خور يې ټپيان . 754,حقمل," افغان چارواکو منلې چې د جهانيګرخان مسعود په نامه د جنوبى وزيرستان د مسعودو د قام يو تن مشر او سوداګر په قندهار کې د ناپيږانده کسانو له خوا وژل شوى دى .ددغه قبايلى سوداګې جنازه د چهارشنبې په ورځ واڼه ته ليږدول شوى او افغان امنيتى چارواکو په دې اړوند تر اوسه څوک نه دى نيولى ، خو وايې په دې هکله يې پلټنې پيل کړى دى .دغه سوداګر شل ورځې وړاندې قندهار ته راغلى وو . ",يو تن قبائيلى سوداګر په قندهار کې وژل شوى دى . 755,حقمل," د دبۍ د حاکم شيخ مکتوم بن راشد جنازه په زعبى جومات کې د جنازې د لمانځه له ادا کولو ورسته نن خاورو ته سپارل کيږى . شيخ مکتوم د زړه د حملې له امله چې ٦٢ کلن وو د يو سفر پر مهال پرون په استرليا کې په حق ورسيد . د ده د مړينې له کبله په دبۍ کې ٤٠ ورځې ماتم اعلان شوى دى اوټول دولتى ادارې د يوې اونې له پاره رخصت شوى دى. دده پر ځاى دده ورور شيخ محمد بن راشد ال مکتوم چې ددفاع وزير هم دى ،ټاکل شوى دى. ",د دبۍد حاکم جنازه نن خاورو ته سپارل کيږى . 756,حقمل," په هغه درنده او زوره وره چاودنه کې چې نن د عراق په جنوب د کربلا په سيمه کې وشوه ٤٠ تنه مړه او ٥٠ تنه ټپيان شوى دى . چاودنه ددوو زيارتو ترمينځ سيمه کې رامينځ ته شوى ده او ويل کيږى چې دا يو ځانمرګۍ بريد وو. ",په عراق کې په چاودنه کې ٤٠ تنه وژل شوى دى. 757,حقمل," د اسرائيلو د لومړى وزيراريل شارون روغتيايى حالت چې د بيت المقدس د حداثه په روغتو ن کې تر سختې څارنې لاندى بستردى د اندېښنې وړ بلل شوى دى . ده ته پرون دماغى خونريزى پيدا شوه . ويل کيږى چې له ٧ ساعته عمليات وروسته هم د ده خونريزى نه ده بنده شوې . ",د اريل شارون رغتيايى حالت د اندېښنې وړبلل شوى. 758,," د قندهار امنيتى چارواکو هغه موتر پرون د سپين بولدک په ولسوالى کې نيولى چې يو اندازه چاوديدونکې توکى په کې په پټه ځاى پرځاى شوى وو .د پوليسو د وينا له مخې ددغه موټر چلونکى تښتيدلى اوامنيتى چارواکو دغه موټر له منځه وړى دى .پوليس وايې چې دوى ددغه موټر په هکله يو څه معلومات درلودل . ",د چاوديدونکو توکو يو موټر له منځه يوړل شو . 759,," نن له غرمې مخکې د لسو بجو په شاوخوا کې دارزګان ولايت په مرکز د ترينکوټ په ښار کې د ولايت ماڼۍ ته څيرمه درنده چاودنه شوې ده .د لومړنيو رپوټونو پر بنسټ په دغه چاودنه کې لږترلږه لس کسان وژل شوى او ٥٠تنه ټپيان شوىدى .عينى شاهدانو ويلى چې دا يو ځانمرګۍ بريد وو. چاودنه پر داسې مهال کې رامينځ ته شوى چى په کابل کې دامريکا سفير دغه ولايت ته په تلو وو . طالب اورپکو ددغې ځانمرګې مسوليت پر خپله منلۍ دى او وايې هغه طالب چې دا ځان مرګۍ بريد يې ترسره کړى د ارزګان ولايت اوسيدونکۍ دى . د چارواکو پر وينا وژل شوى او ژوبل شوى کسان ملکىوګړى وو اوبريددوه نيم کيلومتر ه لرې دولايت له ودانۍ څخه رامينځ ته شوى . بريد هغه وخت ترسره شوى چې د ولايت په ودانۍ کې ددغه ولايت يو شمير سپين ږيرو او مخورو د اميرکا له سفير سره کتنه درلوده . دغونډې برخه والو ته هيڅ ډول زيان نه دى رسيدلۍ . پوليسو په دې هکله پلټنې پيل کړې دى او د ١٦ تنو ټپيانو روغتيايى حالت د انديشنې وړ بلل شوى . ويل کيږى ددغو کسانو ټپونه ژور دى او داييتلافى ځواکونو روغتون ته ليږدول شوى دى.د پيښې په اړوند تراوسه څوک نه دى نيول شوى. ",د ارزګان دولايت ماڼۍ ته نيږدۍ درنده چاودنه شوې 760,," ", 761,,"   دامریکې دمتحدو ایالاتو کابل ته سفیر رونالډ نیومن باندې نن دارزگان ولایت په مرکز ترینکوټ کې برید شوی خو لامله ورته کوم زیان ندی رسیدلی. ددغه سفارت ویاند لو سینتور بینوا ویبپاڼې ته وویل چې دمتحدو ایالاتو سفیر او ورسره گډ پلاوی نوموړي ولایت ته دبیارغونې دټیم لیدو ته ورغلی وه. دغه راز خبري رسنیو ته دارزگان والي ویاند ویلي چې نن په ترینکوټ کې یو ځان وژونکی برید شوی چې په ترڅ کې يې ١٠ تنه وژلي. دپیښې په اړه زیات جزئیات ندي څرگند. ", ارزگان کې دمتحدو ایالاتو پر سفیر برید شوی. 762,,"   دکورنیو چارو وزارت ویاند یوسف ستانکزي بینوا ویبپاڼې وویل چې چې په ارزگان کې یو ځان وژونکی برید شوی چې په ترڅ کې یې ٨ تنه وژلي او ٣٥ تنه نور یې سخت ټپیان کړي. ویاند وړاندې وویل چې ځان وژونکی هم له منځه تللی او چاودیدونکي مواد یې په ځان کې ځای په ځای کړي وه. ",دارزگان په چاودنه کې٨ تنه وژل شوي ٣٥ تنه ټپیان شوي. 763,,"   دترکیې روغتیایي چارواکو نن وویل چې ددغه هیواد په شمال کې دوه تنه ماشومان چې یو یې علي او بله وړه جلۍ فاطمه په لومړي ځل دچرگانو دوالگي دناروغ له امله وژل شوي. رجب دترکیې هیواد دروغتیا وزیر خبریالانو ته ویلي چې یوه روغتون ته ٦ تنه نور هم دناروغیدو په شک وړل شوي. دا لومړی ځل دی چې دچرگانو والگی له پیداکیدو راهېسې وژنه کوي. ",دوه ماشومان په ترکیه کې دچرگانو والگي ووژل. 764,," د افغانستان په کچه د وردګو ولايت لومړنى ولايت دى چې د کوکنارو کښت په روان کال کې په بشپړه توګه له منځه پکې تللى دى ،ددغه خبرې پخلى د پحنشنبې په ورځ د وردګو ولايت د مرستيال له خوا په هغه سمينار کې وشو چې په همدې اړه د نوموړي ولايت په مرکز ميدان ښار کې د ولايت د مسوولينو او ولسوالانو له خوا جوړ کړى شوى وو، ويناوالو دخپلو خبرو پر مهال له دولت نه هيله وکړه چې له دوى سره هم په خپلو ژمنو وفا وکړي . ",وردګ لومړنى ولايت دى چې کوکنار نه کري 765,عبدالهادي حيران - پېښور پښتونخوا," دا چې زړونو کښې تورتم دی دا د ټولو نه لوئي غم دی!! کۀ جذبه د لېونتوب وي نو منزل ته يؤ قدم دی حال د ژوند بس دومره ډېر دی چې حالاتو سره سم دی علامت د بربادۍ دی مونږ تراشلی چې صنم دی (ق) يؤ سړی چې هيڅ يې نۀ زده استاد هم دے، لارښود هم دی دا لا کوم وحشت راخور دی د هر چا سترګو کښې نم دی؟ (ق) د ښار ډېرې دروازې دي اؤ په هره يوه کښې غم دی! دا تاريخ ورانول ګران دي دا په زړونو کښې رقم دی د ژوند ډېرې تقاضې دي د انسان عُمر ډېر کم دی   ",غزل 766,," دا انځوريز راپور د بېنوا ويبپاڼي دکندهار د خبريال ښاغلي خليل الله سروري په زيارچمتو شوی دی . خلک اختر ته خوشالي کا     څوک به د کونډو د حال وکړي تپوسونه نوي جامې دي مي په اور سي    واړه بچيان مي له يخنۍ باسي اهونه  په کندهار کي لوی اختر ته تياری نيول کېږي . ښارونه او کوڅې له ولسه ډکي ښکاري . مګر بيا هم دغه ولايت د افغانستان د ډېرو نورو ولايتونو په څېر هراړخېزي بيا جوړوني ته اړتيا لري . ددې ولايت په نژدې هره کوڅه کي داسي کونډي ، يتيمان او جګړې ځپلي سته چي د ژوند د ډېرو اولنيو اړتياو څخه بې برخي دي . ددې ښار په اړه نور ډېر څه له لاندنيو څو انځورونو ووينی . ",د لوې اختر په اړه د کندهارڅخه انځوريز راپور 767,عبدالهادي حيران,"  په کراچۍ کې يؤ ځل د خوشحال خان خټک په ياد کې ادبي دستوره وه چې يؤ شمېر د اردو ژبې ليکوالو هم پکې ګډون درلود. په غونډه کې چې ګڼ شمېر پښتنو اؤ سندهيانو پکې ګډون کړى و يوې اردو ژبي پېغلې ته هم د وېنا کولو بلنه ورکړاى شوه چې هغې په خورا ادا او ناز سره وېنا پېل کړه او بيا يې په جذباتي انداز کې وويل: ""ما د چانه اوريدلي وه چې د پښتو ستر شاعر خوشحال خان خټک د پاکستان خلاف و. تېره شپه مې د دې لپاره د خوشحال خان خټک د ټول ديوان اردو ژباړه کرښه په کرښه ولوستله خو د پاکستان خلاف مې يؤ ټکى هم پکې پيدا نکړ. دا خلک څومره درواغ وايي او پروپاګنډ کوي؟ په داسې خلکو افسوس او ماتم راځي........."" له ناستو کسانو څخه يؤ ورباندې غږ وکړ: ""بي بي! کۀ د خوشحال خان خټک د ټول ديوان د لوستلو په ځاى دې د خوشحال خان خټک د زېږون نېټه او د پاکستان د ايجاد نېټه لوستلې واى نو په بل چا د ماتم کولو په ځاى به دې په خپل ځان ماتم کړاى وى!!!!"" ",خوشحال خان خټک د پاکستان خلاف نۀ و 768,احمد فواد لامع_ کابل,"             د مينې و بورجل ته مې جانان کله راځي؟       ريښتوني ژوندانه ته مې ارمان کله راځي؟                                                       تقديره هتکړۍ دې زما د روح لاسونه شنه کړل                                                     له نويو زولــــــــنو سره جيلـــــوان کله راځي؟                   په شپو مې له څراغ سره د زړه لاره څارله                 چې دې زړې کلا ته به کاروان کله راځي؟                                                        سېليو مې د هيلو ډېوې مړې کړلې بې درېغه                                                     د ژوند سرکشه اور ته مې تــوپان کله راځي؟                    د زړه زخم ناسور شو، مسيحا ورلره بويه                  پټۍ په لاس طبيب يې د درمان کله راځي؟                                                        ددې بڼ و بهار ته انديښـنې د زړه ماران دي                                                     هرګل يې شبــنم ژاړي چې خزان کله راځي؟                                ډېوې په څېر""لامع"" يم، هره اوښکه مې هسيږي                              لمــــبو ته د ځـوانۍ مې پتــــــــنګان کله راځي؟ ",غـــــــزل 769,," د افغان ولسمشر حامد کرزي او د ترکيې هېواد د چارواکو تر منځ د نوموړي هېواد په پلازمينه انقره کې يو لړ اقتصادي تړونونه لاسليک کړى شول ، ويل کېږي چې د دغه تړونونو د لاسليکدو اصلې موخه دا ده تر څو په افغانستان کې د ترکيې هېواد لپاره د ښې پانګې اچونې لاره هواره کړى شي . ",ولسمشر کرزي له ترکي چارواکو سره تړونونه لاسليک کړل 770,منصور," حدیث : حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی  چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلی چې په بله هیڅ ورځ داسی نشته چې نیک عمل پکې الله ته دومره خوښ وی لکه پدی(ذی الحجی) لسو ورځو کې  صحابه کرامو عرض وکړو يارسول الله جهاد هم ددی ورځو دعمل برابر ندی ؟ نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل هو جهاد هم پدی ورځو کې دشوي صالح عمل برابر ندی مګر هغه سړی چې ځان او مال دواړه واخلي جهاد ته ولاړشي او بیرته یوهم رانه وړي دواړه قربان کړي (شهید شي) بخاری شریف حدیث : حضرت ابو هریره رضی الله عنه نه روایت دی چې رسول الله وفرمایل ! یوه ورځ هم داسی نشته چې په هغی کې عبادت دالله تعالی په نزد دلسو ورځو دذی الحجی نه زیات خوښ وي  دذی الحجی په دی لسو ورځو کې دهری ورځی روژه دیو کال دروژو نیولو ثواب لري اود هري شپې عبادت يي دلیلة القدر دشپی دثواب برابر دی (مجمع الزواید) دعرفی (نهم ذی الحجی ) روژه حضرت قتاده رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې ددی ورځی روژی نیولو په بدل کې دالله تعالی څخه دیو کال مخکې اویو کال روسته ګناهونو دبښنی کلک امید لرم (مسلم شریف ) دلوی اختر دشپې فضیلت حدیث :حضرت ابو امامه رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلی چاچې ددواړ اخترونو شپی دثواب په نیت رڼی (عبادت یی پکې وکړ) کړی په هغه ورځ به دده زړه مړ نه شي په کومه ورځ چې دخلکو زړونه مړه کیږي   ",دذی الحجی دلسو ورځو فضیلت 771,پروفيسر ډاکټر عبدالخالق رشيد," هرډول افراطي تمايلاتوپه رڼاكې دځان كړى  خوشال فرهنګې ټولنه دخپل ارواښاد لارښودكانديد اكاډميسن محمد صديق روهي دلسم تلين دياد په تاريخي وياړ كې   ولسونه چې سند وبله وكا              پاچهان ورته سجود كاندي اختيار      خوشال بابا خوشال فرهنګې ټولنه لكه چې له نامه څخه يې څرګنده ده دستراونوميالي مشر، شاعراوليكوال خوشال بابا دوياړلي نامه په پام كې نيولوسره ديوه داسې قام دروڼ اندوله خواچې په هغه مهال يې نوې يوځل بياد اسيا په زړه كې ديوې تاريخې حماسې پاى په يوه تاريخې هنګامه باندې وراړاوه دافغانستان په زړه دكا بل په ښاركې دكوزې اوبرې پښتونخوادټولو قومونو دسلګونو نومياليو استازو په ګډون دافغاني _پښتنې ملي فرهنګ دغوړيدواوپالنې په مقصد دهيواد دنوميالي ليكوال ، كره كتونكي او دافغانستان دعلومو اكاډيمۍ دغړي ارواښاد كانديداكاديمسن محمدصديق روهي په مشرۍ په ۱۳۶۹ كال كې جوړه شوه . ددغې ټولنې آره موخه اوهدف په افغانستان كې ديوې سالمې اوملي فرهنګې فضا اوغورځنګ په تيره بيا دځوان فرهنګي پښت دعلمي اوفرهنګي اوپوره مسلكي روزنې دبهيرجدې څارنه اوسمبالونه وه. لكه چې په دغه برخه كې  زموږ دوستان په هغو شپوورځو كې چې لاهم دجګړې اوزموږ  دخلكو اوحرفوي جګړه مارو ، زموږ دخلكو اونړيوالو لاسونه او ګريوانونه نه وو سره سره ورغلي پوره شاهدان دي . دسيمنارونوجوړول ، دنومياليو ليكوالو اوفرهنګيانو دخدمتونه يادونه اونمانځنه ، دځوانو ډاكترانو دبرخې جوړول ، دځوانو انجينرانو دبرخې په لاره كې هلې ځلې كول ، په هيواد كې ديوه ملي اوسراسرې تفاهم اودخاورې دتماميت ساتلو په خاطر لاسونه سره وركول ، داټول هغه څه وو چې خوشال فرهنګي ټولنې دخپل پياوړي مشرپه مدبيرانه اوعالمانه لارښونې سره ترسره كړل . دخوشال ټولنې لارښوده شورا ديوې بيلګه ييزي لارښوونكې علمي ، فرهنګي اوملې مرجع او ارګان په توګه له خپل پيل څخه تراوسه دخپل ملي دريځ اوفرهنګي وړتيا له مخې دسولې اودموكراسۍ ( دكلمې په رښتينې مانا سره ) داصولو اوپوره انساني ارزښتونو دپلي كولو اودهغو په رڼاكې دخپلوخلكواونړيوالو دنيكمرغى شعاراومرام دځان له پاره د هرډول افراطي تمايلاتوپه وړاندي  دځان كړى اوتراوسه هم  خپله هماغه تګلاره د روهي دميراث اوتلپاتې درسونوپه توګه له پامه نه غورځوي ، دهغه علمي اوفرهنګي وړاندويينو ثابته كړه ، چې افغانستان يوواحد اويوموټى هيواد دى چې دخپل ټولنيزاوفرهنګي پرمختګ اولارښوونې له پاره پياوړې ملي اودموكراتيك ارزښتونه لري چې كه افغانان هغوى ته په رښتينې توګه ځير شي ، دوى به كله هم دخپلۍ ټولنې دلارښونې په ترڅ كې دپرديوصادراتي اوغرضي ارژښتونوته لاس په نامه او اړ نه شي . دده  مطلب دغه قام و چې خوشال غوندي لارښوونكي اوپوهان يې درلودل چې نن يې هم علمي اوفرهنګي ارزښتونه زموږ له پاره په تورو تيارو اووركو لاروكې مشالونه دي . دهمدغه اصل پربنسټ دخوشال فرهنګي ټولنې لارښوده شورا ، دلويې پكتيافرهنګيانو، په جرمني كې دافغانستان دكلتوري ودې ټولنې اوداستاد روهي كورنۍ هوډ كړى  چې دپاك خداى په ملتيا دراتلونكي لمريزكال په پسرلي كې داستاد دلسم تلين دنمانځلوپرمهال له يوې خوا دهغه دعلمې اوفرهنګي خدمتونو ياد وكړي اوله بلې خوا ددغه نوميالي پوهاند جسد چې په جرمني  كې دافغاني امانت وياړ په توګه خاورو ته سپارل شوى و خپل پلرني ټوټې خوست ته وليږدوي . دخوشال فرهنګي ټولنې غړي وياړې چې په هيواد كې دننه اوباندې دافغان هيواد پالوفرهنګيانو ، داستاد روهي دكورنۍ اودلويي پكتيادخلكو اوفرهنګيانو له دغه تاريخې ګام سره خپله ملتيا دخپل بنسټوال مشردروح د ابدي هوسايۍ په خاطرله دوى سره څرګندوي . اوله پاك خداى څخه په دغه لاره كې ددغې مرستې هيله من هم دي چې په همدغه لړ كې د خپلوخلكواوفرهنګيانوپه زيار اوهڅوسره زر ترزره په كټ مټ ډول دخپل بل نوميالي ليكوال اوشاعر استاد بينوا وياړلې خاوره دسرلوړي كندهاردفرهنګيانو اودهغه دكورنۍ په مرسته كندهارته وليږدوي . زموږ دغونومياليودخپل ژوند په وروستۍ سلګۍ كې پرموږ دغه غږ كړى و چې :   درغربت اګرمرګ بگيرد بدن من               آياكې كند قبروكي دوزد كفن من  تا بوت مرا برسركوهي بګذاريد              تاباد وزد برسرآن از وطن من   داستاد روهي ټاټوبي اودهغه ملي اوفرهنګي خدمتونو ته يوه لنډه كتنه پروفيسر ډاکټر عبدلخالق رشيد ",د ارواښاداستاد محمدصديق روهي دلسم تلين په ياد 772,حقمل," افغان ولسمشر په ارزګان کې د ترهګرۍ پېښه سخته و غندله او دا يې يو غيرانسانى اوغير اسلامى عمل وباله . دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ د ارزګان ولايت د ترينکوټ په ښار کې رامينځ ته شوه .په دغه ځانمرګى بريد کې د دوو ماشومانو په ګډون ١٠ تنه مړه او لږ تر لږه ٥٠ تنه ټپيان شول . حامد کرزى پر دې مهال د ترکيې په سفر د هغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره په کتنه او ليدنه بوخت وو. ",ولسمشر کرزى د ارزګان دترهګرۍ عمل غندنه وکړه 773,," د کابل ولايت د ٦٤ ښونځيو د ١٢ ټولګيو د ٧٠٠٠ فارغانو د کانکور ازموينه نن د کابل پوهنتون ، ښونې او روزنې ،پولي تخنيک او دطب په پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو وزارت د چارواکو او استادانو له خوا واخيستل شوه .د لوړو زده کړو وزارت مرستيال بينوا ته وويل سږ کال ټول ټال د ټول هېواد په کچه څه ناڅه ٤٢٠٠٠ زده کونکى له ١٢ ټولګيو څخه فارغ شوى خو يوازې ١٢٠٠٠ محصلين پو هنتونونو ته او ٥٠٠٠ نيمه لوړو زده کړو موسساتو ته جذبوى . ټاکل شوى ده د پنځلسو ورځو په بهير کې د ټولو ولايتونو د ١٢ ټولګيو د فارغانو د کانکور ازموينه واخيستل شى . ",د١٢ ټولګيودفارغانودکانکورازموينه واخيستل شوه 774,حقمل," د مکې د الغزې واټ په سيمه کې د يو هوټل د نړيدو له کبله ٢٥تنه مړه او گن شمير ټپيان شول . په مړو شويو کسانو کې زياتره د اماراتو ،بحرين او يمن اوسيدونکى وو . د افغان چارواکو پر وينا په دغه بده پېښه کې افغان حاجيانو ته زيان نه دى رسيدلۍ . د ژغورنې عمليات به بيړه پيل شول او دسيمې واټونه او لارې د عربستان د امنيتى چارواکو له خوا تړل شوى دى .په وروستيو رپوټونوکې راغلى چې د قربانيانو شمير ٧٦ تنو ته رسيدلۍ دى. ",دودانې د نړيدوله کبله ٢٥ حاجيان په مکه کې مړه شول 775,,"   نن سهار دجلال اباد په ښار یو ځان وژونکی برید شوی چې لامله یې پخپله ځان وژونکی وژل شوی. ځان وژونکي هڅه کوله دعسکرو پر کاروان ځان والوزوي چې ونه توانیده دغه راز دیوه ټکسي موټر چلونکی هم ټپي شوی. دپیښې په اړه نور جزئیات وروسته خپریږي. ",په جلال اباد کې ځان وژونکی برید شوی. 776,,"   دالقاعده تروریستي ډلې مرستیال ایمن الظواهري یو ویډیو کیسټ خپور کړی او دافغانستان او عراق په اړه یې خبرې کړي. دغه ويډيو کیسټ دالجزیرې تلویزیون خپور کړی چې دایمن الظواهري تصویر پکې ډېر روڼ او پاک ښکاري تر شا یې دبوجیو عادي ټوټه ځړول شوې. الظواهري په افغانستان او عراق کې دامریکایي سرتیرو شتون په اسلامي هیوادونو دامریکا تیري گڼلی او له ټولو مسلمانانو یې جهاد کول غوښتي. دغه راز په مصر او سعودي عربستان کې دشویو ټاکنو په اړه الظواهري ویلي چې دا دامریکا دروغجنه دډیموکراسۍ پروسه چې پرمخ یې بیایي. الظواهري پدې تصویري کیسټ کې په ډېر ارام زړه غږيږي پداسې حال کې چې امریکایي ځواکونه یې دلټون لپاره په ملیونونو ډالره لگوي. ",دایمن الظواهري تصویري کیسټ خپور شو. 777,," افغان امنيتى چارواکو د ننګرهار ولايت د اچين په ولسوالى کې د هيروئين ١٧ وړې فابريکې له مينځه وړى دى . د چارواکو پر وينا د يو لړ تصفيوى عملياتو په ترځ کې ١٧ کيلو ګرامه هيروئين ، يوه اندازه ترياک او يوه اندازه تيزاب هم د امنيتى چارواکو لاس ته ورغلى دى.د فابريکو کارکونکى او خاوندان له سيمې څخه تښتيدلى دى . ",د هيروئينو يو شمير فابريکې له مينځ وړل شوې . 778,حقمل," د کوکچې بند د زيرمې د بياجوړولو تړون د اوبواوبريښنا وزارت او د المان د فيشنر د کمپنۍ ترمينځ لاسليک شوى دى .ددغه بند لگښت چې دوه ميليونه دوه سوه درې زره يورو کيږى نړيوال بانک ورکوى . دبيا جوړولو کار به په ١٨ مياشتو کې بشپړ شى ،چې په جوړيدو سره به يې ٥٠ زره جريبه د کرنې ځمکه خړوبه شى او ٩ ميګاواټه بريښنا به توليد شى . ",د کوکچې د بند زيرمه بياجوړيږى . 779,," په يمن کې د ايتاليا سفير ويلى هغه ٥ تنه ايتالوى توريست چې د يوې قبيلې له خوا په يمن کې يرغمل نيول شوى وو ،بيرته روغ رمټ خوشى شوى دى . يرغمل شوى کسان چې ٣ يې ميرمنې او دوه يې نارينه وو ايتاليا ته ستانه شوى دى .تښتونکود خپلې قبيلې د ٨ تنو بنديانو د خلاصون غوښتنه درلوده . ",په يمن کې ٥ يرغمل شوى کسان خوشى شول. 780,,"   دپاکستان دپوځ یوه ویاند شوکت سلطان خبري رسنیو ته ویلي چې دافغانستان پولې ته ور څېرمه دوزیرستان په سیمه کې، دیو برید په ترڅ کې چې لاندی معلوم چاکړی او په یوه امنیتي پوسته تر سره شوی، ١٧ تنه وژل شوي او ٨ تنه نور ټپیان شوي. دغه راز دیوې چورلکې دبمبارۍ له امله چې په یوه کور شوې ٨ تنه چې څلور يې ښځې او څلور پکې ماشومان وه ټپیان شوي چې ددرملنې لپاره دمیرانشاه یوه روغتون ته وړل شوي. وزیرستان دپاکستان لپاره له تروریزم سره په جگړه کې مهمه سیمه گڼل کیږي او پاکستانی پوځ دم گړۍ له تروریستانو سره په جگړه بوخت دی. ",په وزیرستان کې ١٧ تنه مړه او ٨ تنه ټپیان شوي. 781,," د پاکستان د کورنيو چارو وزير افتاب احمد خان شير پاو ويلى چې د افغانستان د سرحدى سيمو څخه بلوچستان ته وسله په قاچاقى ډول داخليږى او د بلوڅ جنګياليو په لاس ورځى . د بلوچستان د قبايلى مشرانو سره د کتنې په ورځ د پنجشنبې په رځ دغه پاکستانى وزير وويل چې دوسلو دقاچاق د مخنيوى په موخه به ډير ژر څو امنيتى پوستې د واڼه او موسى خيلو په سرحدى سيمو کې جوړې کړى .پاکستانى وزير دا خبرې پر داسې مها کې کړى دى ،چې په دې وروستيوکې په بلوچستان کې دبلوڅ جنګياليو او پاکستانى ځواکونو ترمينځ په اخ او ډب کې مرګ اوژوبله رامينځ ته شوې وه . ",د پاکستان د کورنيو چارو وزير ادعا 782,حقمل," په هغه وسله وال بريد کې چې تيره شپه د شمالى وزيرستان د ميرعلى په سيمه کې په يو امنيتى پوسته د ناپيژاندو کسانوله خوا ترسره شوى ٨ تنه پاکستانى فوځيان وژل شى او ١١ تنه نور تري تم شوى دى . پاکستانى چارواکو دغه بريد منلۍ خو وايې په دغه بريد کې يوازې ٥ تنه امنيتى کسان وژل شوى دى .عينى شاهدانو ويلى چې بريد کونکو له درندو او سپکو وسلو څخه کار اخيستى او ١١ تنه پوځيان يې له ځان سره وړى دى. ",د٨ پاکستانىپوځيانو وژنه په شمالى وزيرستان کې 783,حقمل," په نيپال کې پوليسو خبر ورکړى چې ددغه هېواد په جنوب غرب د نپالګانج ښارپه سيمه کې د پنجشنبې په ورځ د نيپالي مائيستى شورشيانو د بريد له کبله د پوليسو ٣ تنه مامورين وژل شوى او دوه تنه ټپيان شوى دى. همداشان په يوبل بريد کې چې د هند پولې ته څيرمه ترسره شوى ٢ تنه پوليس مړه او يوتن ملکى وګړى ژوبل شوى .له کال ١٩٩٦ څخه راپه ديخوا په دغوبريدونو کې څه ناڅه ١٢ زره کسان وژل شوى دى . مائيستى شورشيان د سلطنت د نسکوريدو او دکومونيستى رژيم د حاکم کيدو له پاره په نيپال کې په اخ ډب او تاوتريخوالى اخته دى. ",نيپالى مائيستانو ٥ حکومتى پوليس وژلى . 784,,"   دعراق په پلازمینې بغداد کې نن غرمه یوه غربۍ ژورنالسته چې تر دامهاله نده څرگنده چې له کومې خبري سرچینې سره یې کار کاوه دنامعلومو وسلوالو له لوري یرغمل شوې. دغه راز دنوموړې دتښتونې پرمهال دهغې ژباړن هم  وژل شوی. دعراق په ناخوالو کې دژورنالستانو تښتونه د وسلوالو له لوري عامه شوې او تر دې مهال دصدام حسین دحکومت له راپرځیدو راهیسې په گڼ شمیر کې خبریالان په عراق کې یرغمل شو ي. ",په بغداد کې یوه غربۍ خبریاله یرغمل شوې. 785,حقمل," د فارس د خبر په حواله د کرمانشاه يواوسيدونکۍ چې د نامه له ويلو څخه يې ډډه کړې ده ويلى دى هرهغه چا چې د اسرائيلو دلومړى وزير اريل شارون د مړينى قطعى لومړۍ خبر ورکړ ٥ ميلويونه ريال شيرنى به ورکړى . دغه سړى ويلى چې په تيرو ٤٨ ګړيو کې د نذرانې په توګه د کرمانشاه خوږو جوړولو پلورنځيو ته د ٥٠ ميليونو ريالو په ارزښت د خوږو د جوړولو سپارښتنه کړې او ددغو خوړواو خوږو يوه برخه يې د سيمې په کلو او بانډو کې په خلکو ويشلې . دغه ايرانۍ داريل شارن دمرګ ډير هيله من دى او ليواله دى چې ژر ترژره يې د مرګ خبر ترغوژ شي .اريل شارن د بيت المقدس په يو روغتون کې دى او حالت يې ډير خراب بلل شوى .ده ويلې چې د شارون له مرګ وروسته به يو ستر جشن جوړ کړى. دغه سړى ويلى که چيرې جورج بوش مړ شى د ١٠٠ ميليونو ريالو په ارزښت خواږه او خواړه به پر غريبانو او فقيرانو وويشى . ",د شارون دمړينې دخبر په بدل کې ديوايرانې غټه نذرانه 786,," د طالب اورپکو يو وياند داکتر حنيف خبرى رسنيو ته ويلې چې په ننني بريد کې يې٦ تنه دولتى پوليس وژلى او ٨ تنه يې ټپيان کړى دى . دولتى چارواکې د طالبانو ادعا نه منى او وايى په دغه بريد کې چې د سهار د ٧ بجو په شاو خوا کې په جلال اباد کې د چپرهار اډې ته نيږدې شوى د ښونځۍ يو ١٥ کلن ځوان زده کونکى مړ،او يو پوليس او د موټر چلونکى ټپيان شوى دى. دولت او طالب اورپکو دواړو اوس منلې چې د ا ځانمرګۍ بريد نه وو بلکه د ريموټ کنترل چاودنه وه .په بريد کې د پوليسو يو کاسټر موټر هم يو څه زيانمن شو دى . ",طالبانو د جلال اباد د چاودنې مسوليت منلۍ . 787,," NASRAT INTERNET CAFÉ & COMPUTER REPAIRING CENTER  (NIC, CRC) KANDAHAR, AFGHANISTAN   نصرت انټرنيټ كيفي چي نوي يي په خپل فعاليت پيل كړي دي ، دښه ) Speed (درلودونكي او په هرډول عصري وسايلو سمباله ده چي موخه يي دځوان نسل دفكري استعدادونو روزل ، دنوي ټيكنالوجي سره اشنا كول او پښتو ژبي ته دانترنيټ پر مخ وده وركول دي.ددي ترڅڼ دهرډول كتابونو او مجلو كمپوزنګ ، دپښتيوډيزاين ، دانځوريزو اعلانونوجوړول او همدارنګه دهرډول كمپيوټرانو خرابي جوړيږي.  دكيفي پته: نوي ښار دلوي احمدشاه بابا دليسي دلويديځي دروازي پرمخامخ نصرت انټرنيټ كيفي. دګرځنده تليفون شميري : ۰۷۰۳۰۷۲۸۴ \ ۰۷۰۳۴۳۹۲۰ دبريښنا ليك پته:Nasrat_netcafe_knd@yahoo.com Nasratnetcafe@Gmail.com  مسو ل پښتون )نصرت (   څه وکړم چي زه هم خپل اعلان بېنوا ويبپاڼه يا ښکلا مجله کي خپور کړم ؟ ډېر اسانه کار دﺉ ، که تاسو هم غواړﺉ په خپل کاروبار کي مشهور او لا بريالی واوسی خپل سوداګريز اعلانونه د بېنوا ويبپاڼي او ښکلا مجلې له لاري خپاره کړﺉ تر څو په هيواد کي دننه او بهر  په سلګونو زره ( په لکونو ) هيوادوال ترې خبر شي . د مالوماتو له پاره پر دې پته برېښناليک راولېږﺉ benawa.com@hotmail.com په برېښناليک کي خپله د ټيلفون شمېره او پته مه هېروﺉ !   ", نصرت انټرنيټ كيفي او دكمپيوټر جوړولو مركز 788,منصور," الله اکبر الله اکبر لااله الاالله والله اکبر الله اکبر ولله الحمد پورته دتشریق تکبیرات دي عرفی دورځی (۹ذی الحجه ) سبا څخه تر دیارلسم ذی الحجی دماذیګر پوري به دهر فرض لمانځه څخه روسته په لوړ اواز ویل کیږی لمونځ په جمعه وي که بغیر دجمعی خو تکبیرات به وایی داتکبیرونه ویل په نارینه او ښځې دواړو واجب دي البته ښځې به يي په ټیټت اواز وایی ددغه تکبیرونو شمیر ۲۵ کرته کیږي او دغه ورځو ته ایام تشریق وایی (در مختار) که په جمعه لمانځه کې دامام څخه تکبیرونه ویل هیر شي مقتدي دې نه پریږ دي بلکی تکبیرونه دی ووایی او تکبیرونه دلمانځه نه روسته متصل ویل پکار دي که په دغه وخت کې هیر شي یا قصدا ونه ویل شي قضا راوړل یی نشته البته دابه دتوبی په واسطه بښنه غواړي (علم الفقه وفتاوه دیوبند) تکبیرات  تشریق یو کرت ویل واجب دي ",دتشریق تکبیرونه 789,خالد هادي حيدري,"   نن د اسمان ناوې د سپيني وريځي په پړوني باندي مخ پټوي (خو) نرم شمال ئې لکه يو شوخ ماشوم د سپين پلؤ په څنډو لوبي کوي ( او) پرتندي ئې هغه زرين خال هغه لمرين خال د څو شېبو لپاره وځليږي   کاش چي همداسي يو ځل دا ستا د ميني ملايم لاسونه زما او ستا تر منځ هغه نازک حجاب ته ښور ورکړي   نور به  مي ژوند ته د پای ټکی کښيږدم   اميستردام ، نيويارک د جنوري 5 \ 2006 ",ارمـــــــــــــــــــــــــــــــــــان 790,ننداره,"                   پېښور :: نندارهدجنورۍ دمياشتې داومې په ماښام يوتن افغان کډوال ذاکرالله ، دافغانستان دپروان ولايت دميربچه کوټ والسوالۍ اوسېدونکى چې دشپږويشتوکالوراپه دې خواپه پاکستان کې دمهاجرت شپې اوورځې تېروي او  دخپلې دکورنۍ دنفقې دبرابرولولپاره هرورځ له سهاره ترماښامه دخپلې ټيکسى شاته ناست وي اويوه مړۍ حلاله روزي ګټي ،نوموړى په دغه ماښام دڅلوروتنوشوکمارو له خوا دپېښور په رينګ روډ باندې په ډزو وويشل شو -شوکماروکوښښ وکړ چې  دنوموړي ټيکسي چلوونکي نه موټر وتښتوي خودشوکمارو دډزوپه نتيجه کې دتيکسي دريور ټپي اويوتن شوکماردخپلو ملګروپه ډزو په خپله ووژل شو- درى تنه نوريې په تېښته بريالي شول - دسيمې دخلکوپه همکارۍ نوموړى ټپي دپېښور روغتون ته رسول شوى چې روغتيايي حالت يې دډاډ وړليدل کيږي-  ددې پېښې په اړه دپوليسو مشر  حاجي امتياز  بينوا ته وويل ( دشوکمار مړى مودمعاينې نه وروسته پېژندلى اودنوروتښتېدلو شوکماروپه لټه کې يو- کوښښ کووچې زرترزره يې سره ونيسو اودقانون امر پرې جاري کړو ) ذاکرالله چې اوس مهال دپېښور په يوه روغتون کې دتداوۍ لاندې دى ،دنوموړوشوکماروپه اړه يې بينواته وويل ( پاتې شوکمارانوته دې دولت بايد  سخته سزا ورکړي چې بيا په راتلونکي کې دداسې عمل موجب ونه ګرځي ) ذاکرالله دافغان خبريال مجيب الرحمان انګار مشر ورور دى - ښاغلي انګار بې نوا ته وويل چې دوى له چا سره دښمني نه لري او ورور يې د غلو له خوا ويشتل شوى دى -نوموړي د پاکستان له حکومت څخه دغلو دنيولو غوښتنه وکړه - په دې وروستيوکې په پېښور اوورته سيموکې داسې پېښې ډېرې ليدل کيږي اوددې ترڅنګ دافغان کډوالو سره هم ورته مسائل ډېر تکراريږي چې داکډوال دپاکستان له دولت نه هيله څرګنده وي چې دعامه حفاظتي کړۍ دې لږڅه مظبوته وساتي ترڅوعام وګړي په ټولنه کې په سکون اوکرارۍ سره ژوند تېرکړي - ",پېښورکې يو افغان تکسي چلونکی په ډوزو وويشتل شوی 791,," ", 792,حقمل," افغان ولسمشر حامدکرزى د نړۍ د يو شمير اسلامى هېوادونو مشرانو ته د پيغامونو په ليږلو سره د لوى ختر مبارکى ويلې او هيله يې څرګنده کړې چې د لوى اختر ورځې يې په خوښۍ او خوشالى تيرې شى .دغه پيغامونه د ترکيې ،ليبيا ،ايران ، ماليزيا،بنګلديش، پاکستان ،فلسطين ، عمان ،الجزاير، مراکش ، سودان،لبنان ،يمن ، عربستان، قطر ،بحرين ،کويت ، ماليزيا، عراق او د متحده عربى اماراتو مشرانو ته استول شوى دى . ",دولسمشر کرزى له خوا د لوى اختر مبارکى 793,رحیم گل څاروان-کابل,"   زړه مې ماشوم دی سهار بیگاه جانانه تا غواړي لکه مجنون هره شیبه خپله لیلا غواړي ډېر يې ژړلي، ژاړي چا یې اوښکې پاکې نه کړې زمونږ دکلي یتیمان ربه نور خندا غواړي لاماړه شوي نه دي خدایږو وایي څه مو کړي داغله مشران یارانو نوره هم لا غلا غواړي دا څه تیارې او تورې شپې وې چې یې تېرې کړلې بس ددې چم خلک خدایه روڼ سبا غواړي ",ماشوم زړه 794,حقمل," افغان دولت ددوشنبې ورځ د عرفې او دسه شنبې ورځ په ټول هېواد کې د نيکمرغه لوى اخترورځ اعلان کړې ده . د کورنيو چارو زارت او د پوليسو مشرانو ويلى چې د اختر په ورځو کې يې د ښه امنيت په موخه لا د مخه ټينګ امنيتى تدابير نيولى او يو شمير اضافى امنيتى پوستى يې د کابل ښار او دهېواد په سترو ښارونو او ولايتونو کې جوړې کړى دى .افغان ولس په داسې مهال د لوى اختر هرکلى کوى چې د هېواد ډيره اوسيدونکى له سختو سړو او يخنيو سره لاس په ګريوان دى او له دې سره سم د سون توکو نرخونه جګ شوى دى او اکثريت هيواد وال د کمزوري اقتصاد له کبله نه شوى کولاى خپلې خونې او کورنۍ تودې وساتي .له دې سره سم د خوارکى توکو نرخونه هم د پخوا پر پرتله يو څه لوړ شوى دى او ډيره هېوادال سرټکوى چې د ښارواليو چارواکى د نرخونو په څارنه کې پاتې راغلى. د بريښنا کمىاو دمنظم ترانسپورت نشتوالى هم هېوادوال ډير انديښمن کړى دى او د څښاک اوبو گن شمير نل ليکې يخ وهلې دى ،د کابل ښار يو شمير واټونه او سړکونه لاهم د تيرې واورې په کنګل پوشلى پاتې دى او کابل د نړۍ له داسې پلازمينو څخه بلل کيږى چې سړکونه يې له واورو څخه نه پاکيږى .له دغو او نورو ډول -ډول ستونزو سره بيا هم د کابل ښار او د نورو لويو او کوچنيو ښارونو واټونه ، سړک ،لارې او کوڅې د خلکو له گنې ګوڼې څخه ډک دى ،او د اختر له پاره ډول ،ډول خوړو ، خوږو ، سبو او ميووواټونو او ښارونو ته زياته ښکلا ور په برخه کړې ده . د څارويو په ټول ځايونو کې هم دشتمنو هېوادوالو ګڼه ګوڼه ديره ده او دقربانۍ له پاره له خپل وس سره څاروى رانيسى .له دې سره سم نن د عربستان په مکه مکرمه کې د څه ناڅه ٢ ميليونو مسلمانانو د حج مراسم په مکه مکرمه کې پيل شول اود سهار له لمناځه اداکولو وروسته د مينا په لوړ روان شول. سعودى چارواکو د ښه امنيت او د چارو د ښه سمبالښت په موخه ٦٠ زره امنيتى کسان په امنيتى دندو ګمارلى دى . ",د سه شنبې ورځ د لوى اختر ورځ اعلان شوې . 795,حقمل," په هرات کې امنيتى چارواکو منلې چې تيره شپه د هرات په هوايى ډګر دوه توغندى ويشتل شوى دى. د توغنديو د لګيدو له امله چاته ته مرګ او ژوبله نه ده اوښتې او نه يې مالى زيان رسولى دى. پوليسو په دې اړوند څوک نه دى نيولى .له داډول ورتو پيښو سره سم په دې وروستيو کې د امنيت په هکله د هراتيانو انديښنې مخ په زياتيددو دى او له چارواکو څخه هيله من دى چې په دې هکله اوچت ګامونه پورته کړى . ",د هرات په هوايى ډګر دوه توغندى ويشتل شوى. 796,حقمل," د تاجکستان په پلازمينه دوشنبه کې د ماشومانود ساتنې په يو ټولن ځاى کې نن سهار د اورلګيدنې له امله ١٣ ماشومان وژل شوى او ٧٩ نور ژغورل شوى دى. ددغه اورلګيدنې لا مل لا نه دى څرګند. پوليسو ويلى په دغه ځاى کې هغه ماشومان ساتل کيدل چې په يو شمير روانى ناروغيو اخته وو . ",په تاجکستان کې ١٣ ماشومان مړه شوى دى. 797,,"   قاري محمد یوسف چې ځان خبري رسنیو ته دطالبانو ویاند پیژني خبریالانو ته یې ویلي چې دارزگان ولایت دگیزاب په ولسوالۍ کې يې تیره شپه درې امنیتي سرتیري وژلي. خو  ددخبر په غبرگون کې امنیتي چارواکو لا تر دم گړۍ څه ندي ویلي. ",طالبان وايي ارزگان کې یې درې امنیتي سرتیري وژلي 798,حقمل," تيره شپه ناپيژانده کسانو د کندهار ښار د لويې ويالې په سيمه کې يو منځنۍ ښوونځۍ په يو مخيزه توګه سوځولۍ دى . په دې اړوند امنيتى چارواکو ٧ شکمن کسان نيولى دى .په دغه ښونځى کې ١٠٠٠ تنه هلکانو او نجونو زده کړه کوله . ټول د زده کړى کتابونه ، اداره ، تحويلخانه سوى دى .د ښوونځى ساتونکۍ تړل شوى دى .له دې وړاندې گڼ شمير ښوونځيو ته د کندهار په مختلفو سيم کې اور اچول شوى دى. ",په قندهار کې يو ښوونځى تيره شپه سوځول شوى 799,حقمل," دعراق د ولسمشر مرستيال عادل عبدالمهدىله يوې انګريزىاونيزې سانډى ټايم سره په مرکه کې ويلى چې صدام پايد په ډير لنډ وخت کې اعدام شى .دى وايى دعراق د پخوانى رئيس گڼ شمير جنايتونه او دايران سره په جګړه کې په خپلو خلکو باندې ظلم د دې ښکارندوى دى چې صدام پرته له محاکمې بايد اعدام شي.د عراق د ولسمشر مرستيال د شيعه ګانو له منځلارو شخصيتونو څخه گڼل کيږى . ",صدام بايد په ډير لنډ وخت کې اعدام شى . 800,," د عربستان د بهرنيو چارو وزير سعودى الفيصل په ناڅاپى ډول د سوريې پلازمينې دمشق ته رسيدلى دى او له خپل سوريايى سيال فاروق الشرع سره يې کتلى . دواړو وزيرانو خبريالانو ته څه نه دى ويلى . دعربستان د بهرنيو چارو وزيرسفر په داسې مهال کې تر سره کيږى چې سوريه له يوه ترينګلى حالت سره مخامخ ده . ",سعودى الفيصل په ناڅاپى ټوګه دمشق ته ورسيد . 801,حقمل," د افغانستان دکورنيو چارو زارت د امنيتىچارواکو او ترافيکو له خوا د کابل ښار د تړل شويو واټونو او سړکونو د بيا پرانيستلو لړۍ نن سهار د نوى ښار په سيمه کې پيل شوه . د ترافيکو د يو مسول پر وينا څه ناڅه په کابل ښار کې ٤٠ فرعى او اصلى واټونه او سړکونه د ترافيکو پر مخ تړل شوىدى او له دې کبله کابل ښاريان له زيات ستونزو سره مخامخ دى . د کابل امنيه قوماندان جنرال جنبش وايې پړاو په پړاو او قدم په قدم پرمخ ځو .د ترافيکو مشر وايى دا ديوې ورځې کار نه دى. د کورنيو چارو وزارت يوه اونۍ وړاندې ټولو داخلى او بهرنيو سازمانو او موسساتو ته د يوې اعلاميې په خپرولو سره خبردارى ورکړى وو چې د يوې اونۍ په ترځ کې د سړکونو او واټونو له مخې ټول ترافيکى خنډونه لرى کړى. کابل ښاريان ددولت له دغه پريکړى څخه خوشاله دى . ",د کابل دتړل شويو واټونو دبياپرانيستولړۍ پيل شوه 802,," نن سهار د جلا اباد ښار په غلجى مارکيټ کې د اورلګيدنې له کبله د ګنډونکو دوه دکانونه سوځيدلى دى . د پوليسو پروينا دغه ارلګيدنه د بريښناله ټکان څخه را پيداشوى ده . دمارکيټ د يو چاراکى پر ينا ددغې اورلګيدنې له امله يو دکان ته ١٥٠ زره افغانۍ او دويم دکان ته ٣لکه افغانۍ زيان رسيدلۍ دى. ",دجلال اباد په يو مارکيټ کې نن سهار اور ولګيد 803,نعمان دوست کابل,"   ډاکټر صيب حنيف !",دطالبانو وياند ډاکټر حنيف ته ! 804,ساحل," تېره اوونۍ د پاكستان په بېلابېلو برخو كې تر شلو زيات كسان وژل شوي    د سورغر د يوه خبر له مخي تېره اوونۍ په پاكستان كې په بېلابېلو پېښو كې شل تنه وژل شوي او لږ تر لږه پنځلس نور ټپيان شوي دي. د پاكستان پنجاب ايالت په بوري والا ولسوالۍ كې يو تن نذير احمد خپلې څلور لوڼې حلالې كړې او ځان يې پانسۍ كاوه چې د ګاونډيانو له خوا يې مخنيوى وشو. نذير احمد د خپلو لوڼو د وژلو لامل د هغوى بدكاري او بد اخلاقي ښوولې ده. د كراچي په كورنګي سيمه كې بيا يو بل تن د نامعلومو كسانو د ډزو له امله خپل ژوند له لاسه وركړ، همدا راز په كراچي ښار كې د ځوانانو تر منځ په شخړه كې يو بل ځوان هم د ډزو له امله و وژل شو. له بلي خوا د پاكستان په لاهور ښار كې د درو ورځو ګرد او غبار له وجې د موټرانو د ټكر له امله لس تنه مړه او دوولس نور ټپيان شول، همدا رنګه تېره شنبه د كوټي ښار په جان محمد روډ باندې د دوو تنو د جګړې له امله په ډزو كې يو تن مړ او دوه نور ټپيان شول او له بله اړخه د بلوچستان ايالت په اوستر محمد كلي كې يوه سړي خپله مېرمن د بداخلاقۍ او بد چلند له امله ووژله. په عمومي ډول په پاكستان كې د جنايتونه او د ښځو پر عزتونه باندې د تېريو سلسله له ډېرو كلونو راهيسي راروانه ده خو په پاكستان كې د بشر د حقوقو د كمېسون د مشري عاصمې جهانګير په وينا پاكستاني دولت تر اوسه د همدغو جنايتونو او غيرانساني كړنو په كنټرول كې پاته راغلى. ",تيره اوونۍ په پاکستان تر شلو زيات کسان وژل شوي دي 805,ساحل," د باليوډ نامتو ستوري بچن ته خبردارى څو ورځې وړاندې د هند د يوې غيردولتي ټولنې _نېشنل ارګنايزېشن آف ټوبيكو_ له خوا د باليووډ نامتو اداكار اميتاب بچن ته د _فېميلي_ نومي فلم د اعلان په پوسټر كې په ښكاره ډول سګرېټ څكولو له وجې قانوني خبردارى وركړل شو. نوموړي ټولنې د دې خبرداري ځواب له اميتاب بچن څخه د اتو ورځو په دننه كې غوښتى دى. په دې خبرداري كې اميتاب بچن ته ليكل شوي وو چې دا چې نوموړى نن سبا ډېر زيات مينه وال لري نو ده ته په كار دي چې داسې رول ادا نه كړي چې له امله يې مينه والو ته زيان ورسېږي، ځكه د داسې لوړو شخصيتونو هره كړنه، خبره او وينا ډېر زيات ارزښت لري. د اميتاب بچن  زيات شمېر مينه وال غواړي چې د ده غوندې شخصيت او د ده غوندې كركټر ولري او د ده په څېر حركات وكړي، نو له همدې امله اميتاب بچن او د ده غوندې لوړو شخصيتونو ته په كار ده، چې د اداكارۍ پر مها ل له پوره احتياط څخه كار واخلي. د يادونې وړ ده چې اميتاب بچن د خپل نږدې څلوېښت كلن سينمايي ژوند په دوران كې ډېر حيرانوونكي پرمختګونه كړي دي، تر دې چې څو كاله وړاندې خو د بي.بي.سي د يوې سروې له مخې د شلمي پېړۍ تر ټولو د ښه اكټر او ستورې په توګه ونومول شو. ",د باليوډ نامتو ستوري بچن ته خبردارى 806,ساحل," د پاكستان له درسي كتابونو د (لمانځه زدكړه) لوست په ايستلو باندې د خلكو احتجاج د پاكستان په كراچي ښار كې يو شمېر خلكو د د دې هېواد د زدكړو پر وزارت د اعتراض په موخه هغه مهال په مظاهرو لاس پورې كړ، چې د دې هېواد د زدكړو له كتابونو د لمانځه زدكړه تر سرليك لاندې لوست وايستل شو.د پاكستان د يوې ويبپاڼې د خبر له مخې مظاهره كوونكو غوښتل چې نوموړي كسان بايد محاكمه شي، او زياته كړې يې ده چې د پاكستان خلك به هېڅكله له كتابونو څخه د لمانځه زدكړه لوست ايستل ونه زغمي. هغوى خپل دولت تورن كړ چې دا كار يې د آمريكا د خوښۍ لپاره تر سره كړى دى، او ويلي يې دي چې د پاكستان لوړ پوړي چارواكي د آمريكا د خوښۍ لپاره ورو_ورو د اسلام پر ضد كړنې تر سره كوي. هغوى زياته كړې، چې د پاكستان بنسټ د اسلام په نامه ايښوول شوى، خو چارواكې يې نن سبا په هيواد كې د آمريكا په غوښتنه سيكولر نظام راوستل غواړي. البته ويل شوي چې د آمريكا په ګټه د پاكستان د تبليغاتو يا پلويتوب دا لومړى ځل نه دى او څه موده مخكې هم د دې هېواد د ښوونې او روزنې وزارت د زدكړو په كتابونو كې د (بوش) نامه ته ځاى وركړى و.     ",په کراچي کي دزده کړود وزارت پر ضدد خلګو احتجاج 807,," تېر كال تر اته سوه زيات اسرائيليان تر خپل تابعيت تېر شول تر اته سوه زيات اسرائيليان، چې زيات شمېر يې د آمريكا، آلمان، اتريش، اوكراين او هالنډ وو په دوه زره او پينځم كال كې تر خپل تابعيت تېر شول. د اسرائيلي ورځپاڼې يد يعوت آحار نوت د خبر له مخې په دوه زره څلورم كال كې نږدې اووه سوه څلوېښت اسرائيليان چې، ډېر يې له پخواني شوروي اتحاده اشغال شوي فلسطين ته تللي وو تر خپل تابعيت تېر شوي دي، دې خبر زياته كړې ده، چې په دې كسانو كې زيات شمېر د اسرائيلي ورانكاري ايډيولوژۍ له وجې پر خپل تابعيت پښېمانه دي. د الشرق الاوسط د يوه خبر له مخي يوې ښځې، چې تر خپل اسرائيلي تابعيت تېره شوې له يوې ورځپاڼې سره په مركه كې ويلي : زه نه غواړم چې د يوه داسې رژيم تابعيت ولرم چې پر فلسطينيانو باندې ظلم او جنګي جنايتونه تر سره كوي.   ",تېر كال تر اته سوه زيات اسرائيليان تر خپل تابعيت تېر شول 808,ساحل," له چين سره د خاورې مرسته وكړئ په څو راتلونكو كلونو كې به چين ته نور خاوره نه وي پاته، او ښايې له همدې امله يې خلك له لوږې مړه شي. كه حالات همداسې روان پاته شي او څوك يې غم ونه خوري نو په راتلونكو څو كلونو كې به د چينايانو لپاره يوه ذره خاوره هم پاتي نه شي. چينايانو ويلي چې له څه مودې راهيسي په چين كې د خاورو استعمال ډېر شوى دى نو بزګران بايد د كرهڼې لپاره لږ خاوره استعمال كړي. په داسې حال كې چې اوسمهال د چين نفوس تر يوه ميليارډ اوښتى كه څوك ددې ستونزي د حل كومه لاره چاره ونه لټوي تر لږې مودې وروسته به ټول خلك وږي پاته شي. دې ته په پام سره چې د نړۍ يوويشت په سلو كې انسانان په چين كې اوسېږي دا لوى هېواد د نړۍ لس په سلو كې د كرهڼې ځمكه لري نو له همدې وجې دا اندازه ځمكه د دوى ټولو لپاره بس نه ده. ګوبي صحرا، چې د چين په شمال كې پرته ده له لسو كلونو راهيسي مخ په ډېرېدو ده چې په راتلونكو كلونو كې به تر پكن پورې ورسېږي. ",له چين سره د خاورې مرسته وكړئ 809,," ", 810,," د افغانستان د ډبرو سكرو په كانونو كې كاركوونكي د نوو پرمختللو سامان الاتو د نشتوالي له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي د سورغر اوونيزي د يوه خبر له مخي د افغانستا ن په بېلابېلوسيمو كې د ډبرو سكرو يوولس كانونه شته، چې هره ورځ لږ تر لږه يو سلو شل ټنه سكاره ترې راايستل كېږي. په دې كانونو كې د د نوو سامان آلاتو د نشتوالي له امله كاركوونكي له سختو ستونزو سره مخ دي او هره ورځ په كې زيات شمېر كاركوونكي يا مړه او يا بېهوښه كېږي. ډېر وخت وړاندې د جيك په نوم يوې كمپنۍ دغو كانونو ته ماشينونه وركړي وو چې اوس هغه ماشينونه ډېر زاړه او خراب شوي دي. د ماشينونو د خرابوالي او نشتوالى له امله د سكرو راايستلو كار هم ډېر ورو دى او كاركوونكي له دولته غوښتنه كوي، چې له كانونو د موادو را ايستلو لپاره دې دوى ته ژر تر ژره د نوي ټكنالوژۍ سامان وركړي چې په دې سره به نه يوازې د موادو راايستل آسان شي بلكې د كاريګرو د مړينې مخه به هم ونيول شي.  تېره مياشت د افغا نستا ن په ستره محكمه كې يوه قانوني ماده وړاندې شوه، په دې ماده كې راغلي وو چې د بهرنيو هيوادونو شركتونو ته دې اجازه وركړل شي چې تر څو د افغانستان د ډبرو سكرو په كانونو كې كار وكړي.  كه چېرى دولت د كاركوونكو دا ستونزې حل كړى نو دوى به وكولاى شي چې د هيواد په نورو برخو كې هم د ډبرو سكرو زېرمې پيدا كړي. ",د افغانستان د ډبرو سكرو په كانونو د مرګ ګواښ ډير وي 811,ساحل," د هند وتلي او نامتو ستوري عامر خان دويم واده وكړ د هندۍ سينما باليووډ نامتو اداكار عامر خان د ډسمبر مياشتې په يودېرشمه نېټه له كيرن راو نومې نجلۍ سره دويم واده وكړ. كيرن راو له عامر خان سره په لګان فلم كې اسيسټېنټ ډايريكټره وه. د لګان فلم جوړېدو پر مهال دوى له يو بل سره وپېژندل او بيا چې كله عامر خان خپلې لومړۍ مېرمنې ته طلاق وركړ دواړو له بل سره د واده پرېكړه وكړه، دوى د واده دا خبره له ميډيا پټه ساتلې وه. د عامر خان او كيرن راو نكاح د ډېرو ساده مراسمو په ترڅ كې وتړل شوه، يانې يوازې د دوى كورنيو په كې گډون درلود. اوس د اخبارونو او ټلوېزونونو خبريالان د عامر خان د كور پر شا وخوا ګرځي او په دې تمه دي، چې كله به د عامر خان او كيرن راو خبرې او تصويرونه تر لاسه كړي. ويل شوي دي چې راروانې درې ورځې به عامر خان او كيرن راو د هند په غرنۍ سيمه پنجګلي كې تېروي او هورې به دوى خلكو ته د واده ډوډۍ وركوي، په دې ډوډۍ كې به د باليووډ نور لوى_لوى ستوري هم گډون كوي. ",د هند وتلي او نامتو ستوري عامر خان دويم واده وكړ 812,," په عراق كې تر دوه ويشت سوو زيات امريكايي پوځيان وژل شوي د امريكايي پوځونو لوړپوړو چارواكو تېره ورځ  وويل چې د عراق په شمالي سيمو كې د يوې چورلكي د لوېدو له امله پكې دوولس سره تنه سورلي مړه شوي او ورسره درې تنه نور پوځيان د فلوجې ښار په پوځي عملياتو كې ووژل شول. د فرانسې د نړيوالي راډيو په وينا د امريكايي پوځونو چارواكو ويلي چې د شنبې په شپه د عملياتو پر مهال د امريكايي پوځونو لېږدوونكې بلك هاوك نومې چورلكه د عراق شمال تلعفر ښار په سيمو كې وركه شوې وه  چې د يك شنبې په ورځ يې لاښ د د تعلفر ښار ختيځ لور په دوولس كيلومترۍ كې وموندل شو. د دې لوېدنې له امله دوولس سره تنه پوځي سورليان پكې وژل شوي دي. همدا ډول په همدې ورځ درې تنه نور امريكايي پوځيان د فلوجې ښار كې په پوځي عملياتو كې ووژل شول. د دې پوځيانو د وژنې د شمېر سره پر عراق د امريكايي پوځي بريد د پيل څخه بيا تر اوسمهاله  د امريكايي پوځيانو د وژل شوو كسانو شمېر دوه زره دوه سوه او لس تنو ته رسېدلى او همدا ډول د جنګ د پيل نه بيا تر دې مهاله شپاړس زره، درې سوه او نه ويشت تنه ټپيان شوي دي. ",په عراق كې تر2200زيات امريكايي پوځيان وژل شوي 813,زمری,"  مینه د ځان   آزارول   نه  دي   څه؟ د ښامار غاښ ته زړه نېول نه دي څه؟   د معشوقو او عاشقانو داستان جفا ، رټل او کړول نه دي څه؟   د لمبو بل نوم ده چا مېنه ایښی د اور   عادت تل  سوځول نه دي څه؟   د وفا  طمعه د   جنون    نښه  ده د وصال خیال   زړه ځورول نه دي څه؟   «حوا» د خدای قهر ته ورکړ آدم د لو ڼو   دېن  د مور کول نه دي   څه؟   د لیلا خویندو ته د زړه ورکول د مجنون  روح ور سپکول نه دي څه؟   باور دیار په درواغجنو  وعدو لکه ما شوم ځان غولول نه دي څه؟   زمریه !  څله    دی ماتم   نیولي  ؟ د ښکلو کار زړه ماتول نه دي څه!   ",مينه 814,زمری," وائې  چې  د هجر  شپې  تیارې  دې  او  اوږدې ډیرې ما    خو  پکې   ولېدلې  هر   خواته   ډیوې   ډیرې   یو  خوا  مې  یادونه   راته  ایښي  غرونه ،غرونه  وو پورته  له  هر  یاده  وې   د  غره  په  څیر  لمبې  ډیرې   بل  خوا  مې  داغونه   سو  ځیدل  راته    له  سوز   سره وېنې  لکه   تیل  وی  ، دې  څراغ  کې  او پلتې  ډیرې   یو خوا  مې  د  مینې  له  لوټ  ښار  نه  جګیدل  لوګي بل  خوا   د  جفا  د   لښکر  تورې  ځلیدي   ډیرې   یو  خوا    مې  د  غم  په  نغری    کې     پخیدې  غوښی څریکې  د   حسرت  مې  په  لیمو کې  رغړیدی ډیرې   یو  خوا   سوځیده    راته    د  هیلو    د     مزار     ډیوه بل      خوا   د    آرمان    نه  الوتلې   پلو  شې  ډیرې   دومره  رڼائې  کې  زه   د نور   په  شانې  ورک  شومه وچې  مې  لیدې  په  ر ڼو  سترګو  ناکردې  ډیرې ۲۳/۷/۲۰۰۰   ",دهجر شپې 815,حبيب الله غمخور," حبيب اله  غمخور 2006.01.09 دتيري يکشنبې په ورځ(  2006.01.08  ) دافغانستان ولسمشر داسو شييت پرس داژانس سره په  مرکه کښي دکوکنارو کرل اودمخدره موادو سوداگرې  تر دهشتگرۍ  او ډاراچونو لوي گواښ وباله  او ويي ويل  : ((گروه هاي خارجي و دهشت افگنان زارعين افغانرا مجبور ميسازند دست به کشت خشخاش زنند... )). اريايي سا يټ  2006.01.09 .متاسفانه ولسمشر هم د تل په شان هيواد وال په تاريکه کښې  ساتي او ددغو بهرنيو ډلواو دهشتگرو گروپونو اود هغو نومونه چې بايد څرگند شي نه واضح کوي ،او داچې هغوي څنگه افغانې دهقانان دکوکنارو کرلوته اړباسي ؟ .داهغه ملي ستونزه ده چې ولسمشر څوځله افغانان په معلوماتي خلا کې ساتلي دې ،ښه بيلگه يې څه موده دمخه دولسي جرگې غړوته په ويناکي ددي خبري يادول وه چي هغه دوه جگپوړې کسان بهرنيانوته په جاسوسۍ او چوپړ تر سره کولوله کاره گوښه کړې دې ،مگر هيڅوک نه پوهيږې چې دا دوکسان څوک دي اوچيرې يې دکوم هيوادنوکري کول ؟ اوداسي نور .. . په همدغه مصاحبه کښي ولسمشرد خبرنگار سره  په خبرو کې دطالبانو مشر ملا عمر ته داډول بلنه ورکړه ((  رئيس جمهور افغانستان از ملا محمد عمر رهبر طالبان دعوت کرد د باحکومت او تماس گيرد و در پي ا شتي افتد . اما او ابراز شک کرد که رهبر فراري طالبان از مخفي گاه خود خارج گردد)) . اريايي سا يټ  2006.01.09 . ددې خبر په هغه تفصير کښي چي د امريکا ږغ راډيولخوا نن د2006.01.09ورځ خپريږي ويل کيږي چې دافغانستان ولسمشر دطالبانو مشر ملاعمر ته بلنه ورکړې چي دحکومت سره روغه جوړه وکړې ،او دۍ يعني ولسمشر کرزۍ دې ته چمتو دې چي دملا عمر خبري واورې ،خوملاعمر لومړۍ بايد خلکو ته دخپلو کړنو په هکله ځواب ووايي اودخپلواعمالوحساب ورکړې  ... هيواد والو ته څرگنده ده کله چې ملاعمر امريکايانو ته دالقاعدي دسازمان دمشر بن لادن دسپارلو نه ډده وکړه دامريکا او ملاعمر دښمنی پيل سوه ،په ځانگړې توگه د2001زکال دسپتمبر په يولسمي ورځې  په واشنگتن کې تر ترهگريز بريد وروسته امريکا  دطالبانو درژيم ونسکورېدو، ملاعمر او بن لادن د نيولوياله منځه وړلو په خاطر پر افغانستان ورودانگل دملاعمر پرسر چي څوک يي دامريکايي قواو په لاس ورکړې ((لس ميليونو دالره)) جايزه کښېښودل سوه،دامريکايانو دا پرېکړه همدا اوس هم په خپل قوت پاته ده . اوس له هيواد والو نه لار ورکه ده نه پوهيږي چي داکوم ډول سياست او پخلاينې ته بلنه ده ؟ له يوي خوا ولسمشروايي کيداي شي ملاعمر زموږ سره ارتباط ونيسي او زه حاضر يم دهغه خبري واورم او له بلي خوا  دولسمشر تر ويناوروسته دهغهوياند ښاغلۍ خليقاحمد سمدستي دفرانسي  يوه ژورنالست  ته وايي : ملاعمر رهبر فراري گروه طالبان مي‌تواند خود را تسليم كند ولي از قانون عفو نمي‌تواند استفاده كند و از اين رو در صورت تسليم محاكمه خواهد شد. به گزارش خبرگزاري فرانسه از كابل سخنگوي رئيس جمهور روز يكشنبه در پاسخ به پرسش نماينده اين خبرگزاري در كابل گفت: رهبر طالبان مشمول عفو دولت نخواهد شد ودر صورتيكه خود را تسليم كند بخاطر اقداماتش بر ضد ملت افغانستان محاكمه خواهد شد. ملاعمر از زمان سقوط رژيم طالبان در پائيز سال ۲۰۰۱ تاكنون متواري بوده و متهم به داشتن روابط نزديك با القاعده است . دولت در سال 2005 فرمان عفو عمومي درمورد افراد طالبان به جز 150 تن از سران آنان كه مجرم شناخته مي‌شوند، صادر كرد.    ملاعمر همواره انديشه تسليمی خود را رد كرده ومردم را به ادامه نبرد بر ضد آمريكا وهم پيمانانش دعوت نموده است .     کيداسې پداډول يو مخالفه ډله يادهغې مشر خبرو ته راوبلل سي ؟ داډول بلنه به څه گټۀ ولرې ؟ که د افغانستان  په دولت ،پارلمان او نورو ادارو کښي دکار يوازي هغه کسان جوگه کيداي سي چي پخوانۍ يي پاکه وي ؟ خو اوس عملاپه دولتي اداره ، ملي شورا يعني په ولسي اومشرانو  جرگه کښې داسي کسان غوښن ځايونه لري  چې دهيواد په ورانۍ او افغان وژني کښي په ټولو تورونو متهم دي ،او داهم بايد هيره نشي چي همدگو په هر نامه چي وه دبهرنيانو په پيسواو وسلوداوطن داسي وران کړ چي اوس يي هيڅ معماردجوړيدوجوگه کيداي نسي ،دهمدااودداسي  ښاغلوپر کورونو دغريب او ځورېدلې ملت  پر سر دبهرنيانو دخيرات او يا قرض په پيسو دولتي فيرداران ولاړدې .  دهيڅ  بشري قانون  په اساس به داحق پيدا نکړې  .  دهغوي نه ولې افغان ولس ته دحساب ورکولو پوښتنه او غوښتنه نه کيږې ؟ هغوي همدا اوس هم دملت دوينو په دنډونو کښي لامبې ،هوسونه کوې، اودژوندنه خوندونه اخلي ، بهرني سفرونه لري  ،دادهيروئينو اوماشومانوقاچاق اوسوداگري څوک کوې ؟ داتارياک په هيرئينوڅوک اړه وې ؟ او چيرې يې اړه وي ؟ ايا داخوار بزگر دۍ ؟ اوکه هغه چې په دولت  او پارلمان کې غوښن ځاي لري ؟ اويا هغه چې په سيمه کښې د پوځي قوت څښتنان دې ؟ لنډه داچي دادکوم حق پر اساس  دوي بايد مسؤنيت ولرې  ؟اوهغوي چي دخپلي ناپوهې ، اودپردو دسياستونوقربانيان دې ،ياله اوسني دولت او اداري څخه ډارول سوي دي ؟، يا هغه چي دزور او زرو دخاوندانو،تنظيم سالارو او جنگسالارو دغير انساني کړنو ،تيريو ، رشوتونو توهينونواو تهديدونو دي ته اړيستي دي چي دبن لادن  ،پاکستاني او نوروبهرنيو هيوادو استخباراتو ،ملاعمر او گلبدين دسياسي هدفونو، چړچو او مزو قربانيان دي چې همد اوس په غرو رغوکښې شپي او ورځي سباه کوې؟ پدې هر څوک پوهيږي چې ولسمشر کولاي شي دقانوني صلاحيتونو په چوکاټ کښې خپله پرېکړه بدله کړې  .   دافغانستان دولسمشر ښاغةي کرزي د  دغه  ډول  بلنې  په هکله چې خبر يې دلوي اختر په شپه دغربي راډيوگانو له لاري يو په بل پسي خپريږي داورېدونکې سره لاندي سوالونه پيدا کيږي ؟ ۱/ ملاعمر يو عادي سړۍ نه دۍ ،هغه هر څه چې وو يو وخت ددي ملک واکدار و اودافغانستان په سلوکښي پر پنځه نوي برخو يي واک چلېده ؛اوس چي دهغه نه په زور واک تر لاسه شویدۍ څنگه کيداي شي په داډول بلنه داومنل شي چي هغه به خپل لاسونه تر شاوتړي او ددولتي پوستې ته به حاضر شي . داسي يومثال خو چاپه تاريخ کښي نه دۍ ليدلۍ . ۲/ تر اوسه دامريکا متحده ايالات اعلانوي هرڅوک چي ملا عمر دهغوي په لاس ورکړې هغوي به لس ميليونه ډالره جايزه ورکړي ،څنگه ومنل شي چې پداډول شرايطو کښي  دا بلنه جدي ده ؟ ځکه خپله ولسمشر  هم په بلنه کښي څرگندوې چې هغه بايد لومړۍخلکو ته دخپلو کړونو په اړوند ځواب ووايي اوبيا زه دهغه دخبرو داورېدو لپاره اماده يم   . دمخالفو قواو تر منځ مذاکراتو ته داډول بلنه عجيبه او غريبه برېښي . ۳ / که يوه لهظه داومنو چې ملاعمر دي دومره ساده شي چي کومي امنيتي حوزي ته ورشي اويادکومي امنيتي دولتي ادارې سره تماس ونيسي  او خپل ادرس ورکړې ،په هغه صورت کښې به امريکايان او اروپايي نړۍ کوم غبرگون ښکاره کړې ؟ ځکه ولسمشر په خپلو خبرو کښي ونه ويل چې نوموړې خپلې خبري او وړانديز کول دامريکايانو او اروپايي نړۍ سره کوردينه کړيدېۍ او دهغوي غبرگون څه دۍ ؟ . په دې ټول باور ولري چې دداډول غوره مسلوپه هکله نشي کيداي چې دامريکا او اروپادهيوادو دچارواکو او دولتونو غوښتنې او غبرگونونه په نظر کې ونه نيول سي . ځکه داتر لمر روشانه ده چي دهيواد په ټولو دولتي کارو کښي امريکاتر اوسه لا برلاسې  ده ،ځکه همدا اوس تر بل هر بهرني هيواد امريکا زيات تلفات ورکوې او لوي لگښت لري  . ۴ / که ولسمشر  ملاعمر  خلکو ته دځواب ورکولو لپاره رابولې ،او ياورته وايي راشه دلته محکمي ته حاضر شه ، دا ډول بلنې ته  ددولت سره د روغي جوړې  لپاره بلنه نشو ويلاي ،او طبعې ده چي هغه به هيڅ وخت دا ډول بلنه ونه مني او را به نشي .  پدغه صورت کښې دهغه ملامتول چي ددولت لخوا يې دخبرو لپاره بلنې ته مثبت جواب ونه وايه له انصاف نه لري برېښې . ۵ / که دا بلنه يوازي دسياسي تبليغ او گټې اخيسني لپاره تر سره شوې وي ،فکر کوم تر گټه يي تاوان ډير دۍ .زماددي خبري ثبوت همدا دطالبانو دمشر عاجل غبرگون دۍ .  داډول بلنه په خپله دملاعمر تبر ته لاستۍ ورکوي اوکه دغه مرکه او دولسمشردوياند خبري چې دهمدې مسلې په هکله شوي دي هر چاته واورول شي ، نو ملاعمر اويادهغه پلويان به اوريدونکې يا لوستونکي ته پر دغه خبره قناعت ورکړې چي دولتي چارواکې نه غواړي  دملي پخلايني پروسه پلې شي . تر اوسه چي دملاعمر  په هکله دمسلې هر اړخيزه دحل لاره نه ده پيداشوې او يا څوک نه غواړې پيداشي ښه به داوي چې ددا ډول بلنو څخه چې دخندا وړ او عملي بڼه نلري ډډه وشي . اوس بيله هغه طالبان وايي : موږ دا حکومت نه منو ،دا يو گوډاگۍ حکومت دۍ،  ددوي په تعبير طالبان يو اسلامي حکومت جوړوې ؛ پدي لار کښي د انکار نه مننونکو بيلگوپر اساس د پاکستان استخبارات   او يو يوشمير نورې پټي شبکې ددوي شاته ولاړې دې . ښه به داواي چې هر څه پخپل نامه ونومول سي . پدا ډول بلنه هغه پر حق دۍ چې دا شان وړانديزونه رد کړې  ،په حقيقت کښې د داشان وړانديزوپه څرگندولو سره يوه گټه تر لاسه کيداي شي هغه دا چې ملاعمر او طالبانو ته داوسنۍ اداري پر خلاف  دتبليغ لپاره ښه لاملونه پيداشي ،که دقيق ورته پاملرنه وشي ،کيداي شي هغوي دداشان بې بنياده بلنو نه دخپلو پلويانو دمورال په اوچت ساتلو کښې پراخه  استفاده وکړې  .  دااوسنۍحالت دافغانستان ددښمنانو په گټه دۍ  او يو شمير هيوادونه له خدايه غواړي چي په افغانستان کې اميت گډود وي ،هر څومره چې اوبه خړې وي ماهيان ښه پکښي نيول کيږې ،اوس پدې خړوشو اوبو کښي زمور ليرې او نږدې گانډيان هره ورځ دخپلي خوښې ماهيان نيسې . رښتيا داده چې امنيتي وضعه  په افغانستان کې ورځ په ورځ  دجدي گواښ سره مخامخ ده ، حتا هگه بهرنې هيوادونه چې فکر يي کاوه طالبان به وځپې ، القاعده به ورکه کړې دڅومياشتو په موده کښي به هر څه جوژ او دوي به دوباره بريالې خپلو هيوادو ته راستنيږي اوس حيران دي چي دلته حه کيږي او ولي دترهگريو مخه نه نيول کيږې ؟ ښه زماخبره دا معني نلري چي هغوي دي په سياسي او پوځي حالاتو نه پوهيږي ،موږ ته داسي جوته وي چي دکلاوي سر ځيني ورک دۍ . يوځل بيا دتيرو لسيزو کورنۍ جگړې  په دوددټولنيزگټې اخيستنې مؤسسې ، ښوونځۍ  اوښوونکې ددولت دمخاليفينو دحملو لومړۍ هدف گرځيدلۍ دئ ، دا نورډول حملود خلکو خواشيني ورځ په ورځ زياته کړېده .  هره ورځ دهيواد په گوټ گوټ کښې د ځان وژنې بريدونوله امله بيگناه انسانان له منځه  ځې . تر ټولو بده ، زړه بوگنوونکې او خطر ناکه پديده پدې ورستيو کښي دځان وژنو په بريدو کې دافغانانوگډون او براخيستنه ده . ځان وژنه دترور هغه بڼه ده چې مخ نيوۍ يې دهرچالپاره سونزمن دئ . زما په فکر هغه ديني عالمان چي په هيوادکې دسولي او امنيت سره علاقه لري دځان وژني پرخلاف بايد تبليغ وکړې  ؛ ځان وژنه چې په حقيقت کې قتل دۍ او قتل په اسلام کې لويه گناه ده  زموږ ملايان بايدتر پنځه وخته لمانځه وروسته هيواد والوته د ځان وژنې دنيوې اواخروې ناوړه پايلي تشريح کړې . داسلام دمقدس دين دحقيقي اساساتو پر بنياد دادروغ خلکو او ځوان نسل ته روښانه کړې  ،په هر نيت چي وي ځان او بل وژنه دلوي خداي  داحکامو څخه سرغړونه ده ،چې ترسره کوونکۍ يي ستر گناه کار گنل کيږې . يو انسان په دووحالاتوکې ځان وژني ته اماده کيږې : لومړۍ /  دشخصي ستونزو له مخي ځان وژنه  : داډول ځان وژنه هغه وخت صورت نيسي  چې يو کس دژوند ستونزو او کړاو دومره راوپېچې چې لارځېني ورکه کړې  ،هغه بيله ځان وژني بله چاره نه وينې ، دا ډول ځان وژني معمولا يوازي هغه څوک دژوند نه محروموي کوم چې بيله دغه پريکړې بله لار نه ويني . له بده مرغه دا ډول ځان وژني پدې ورستيوکې زموږ په هيواد کښي دکورنيو او ټولنيزو تاوتريخوالي او دژونددهراړخيزو ناخوالوسره دلاس او گريوان څرگنده بيلگه ده .دداډول ځان وژني اوقربانۍ شمير لوړه کچه   په افغاني تورسرو (ښځو)  کښې ليدل کيږي  . دوهم ډول ځان وژنه چې دشلمي پيړۍ په ورستيولسيزوکښې يې خال خال بيلگي ليدل کېدې ،تر فلسطين راوروسته پسله هغه چي په عراق کښي دامريکايانوپر خلاف مقامت زور واخيست  يوه ورځنۍ پيښه شوه ، هره ورځ دځان وژني  ترهگريز بريدد قربانيانوشمير تر بلي ورځي ډيريږې . او دامريکا يانو پر خلاف دمقاومت په يوي معمولي بيلگې بدله شوې ده .  اوس داسي څرگنديږي چي له بده مرغه دبهرنيو مذهبي بنسټپالو او تروريستي سازمانو په مرسته  او هڅونه  دالعنتي او توره پديده زموږ په هيوادکښې دهغو په منځ کښي چې له دولت سره په مخالفت کې قرار لري هم رواج پيدا کوي . داډول ځان وژنې دژوند دکوم شخصي ستونزو له مخې صورت نه نيسې،ځکه موخه يي نه يوازي دکومو ستونزو له امله له دنيا نه سترگي پټول او له غمه ځان خلاصول وې ،بلکې دسياسي موخو لپاره ترسره کيږې ، ددغه وحشيانه عمل لپاره دعقيدي ، ملي او شخصي غرورڅخه په استفادي سره يو معصوم انسان پسله زيات تبلغاتي او تر بيوې کارپه پايله کښې ځان وژنې ته اماده کيږې . هغه  يو بيچاره اوله دنيا نه ناخبره  ته چې کوم مذهب او دين ته عقيده لري   په اخيرت کې تر هر چازيات  ورته دښه ژونداو نعمتونو دوعدو په ورکولو سره دغه سياسي قربانۍ ته اماده کوې ؛ تر ملا يې چاوديدونکي مواد ورتړې او دځان وژنو هدف او ځاي ورته په گوته کوي .پدا ډول ځان وژنه کښي په لسهاوو او کله کله په سلهاو بيچاره او بيگناه انسانان له منځه ځې . داډول لاملونه او ياپدې ورستيو کښي دافغانستان او عراق دسياسي او پوځي حالاتو او تغيراتو پر بنياد چې په امريکا کښې يې ولس دغې ته هڅولۍ دئ چې بايد خپل پوځيان ورو ورو له دغو هيوادو وباسي او ځاي يي دناټو او ياپه بل نامه پوځي قوتو ته پريږدې تر هر وخت زيات دا حقيقت را څرگنده وې چې افغانان بايد پخپله دخپلو ستونزودحل لاره پيداکړې  او دخپل هيواد دبياجوژولو جوگه سې .                                                                                                       دملي پخلاينې سياست  پلي کول په صادقانه توگه دملي ارمانو دسرته رسولو په خاطر کولاي شي تر ډيره ځايه دا اوسنۍ ستونزي حل کړې  . ټول افغانان چي خپل وطن ورته تر هر څه گران دۍ وړانديز يي دادۍ او پخوا هم و چي درښتيانيو خبرو او مذاکرو دروازه تل پرانيستې اوسي . په عمل کې هيواد والو ته حرگنده شي چې څوک په هيواد کې سوله غواړې او دهيوادله بيا جوړوني سره علاقه لري ، او څوک تنها له همدغه نامه او شعارونو څخه دسياسي مخو او دولتي واک پخپلو کې دساتلو لپاره استفاده کوي . زما په عقيده  دافغانستان دروښانه  راتلونکی  په منظور دبې پرې يعنې بيله هر ډول پخوانيو سياسي اړيکو ،مذهبي ،ژبنې او قومې روابطودپه نظر کې نيولوسره دملي تفاهم او ملي روغې جوړي دسياست پلي کول به په عمل کښي دهيواد بيا جوړونې او سولې دټينگښت لپاره لاره خلاصه کړې . په افغانستان کې نه يوازي طالبان او دگلبدين پلويان دهيواد په سياسي بهير کي بي برخي پاته دي په حقيقت کې نور روڼ اندي ځواکونه هم په يوه او بل نامه په دولت کښې دگډون څخه لرې ساتل کيږې . ددغه شان سياست پايلې دې چي اوسنۍ دولت له هرې خواد گوت نيونې او گواښ سره مخامخ  دۍ . يودولت هغه وخت بريالۍ دۍ چي د په هغه  په جوړښت کښي غوڅ ډېره کې  خپل ځان ووينې ،اوپه دولتي چوکۍ کښي دکار لپاره يوازي او يوازي دپوهي او لياقت په اساس  کومڅوک گمارل شوۍ وي  .                                                                    بيله دينه چې افغانان دخپل رژيم او دولتي جوړښت نه پخپله خوښه ملاتړ وکړې دوسلوداستعمال په زرو او تهديد ناشونۍ کاردۍ . که هدف په رښتياسره دټولو خوابدو پخلاينه وي اودبهرنيانو په گډون اوسني دولتي چارواکې غواړې دتل لپاره دافغانستان  خاوره دپرديو دلاس  وهنو څخه  خلاصه او افغان بالاخره ديوه انسان  په توگه حق پيداکړي چې  پخپل هيوادکې دارامۍ سا ه وباسې  لازمه داده چي دداډول بلنو پر ځاي دافغان ولس  واقعې استازو ،پوهانو او عالمانو ،قومي مشرانو اودتجريبو خاندانو ته چي له نيکه مرغه په هيواد کښي دننه او له هيواد نه بهر يې شمير تر اوسلا زيات دۍ  په  دغه يوه لويه غونډه کې مراجعه وشې دهغوي سره ددغې ملي لانجي دحل پر سر مشوره وشي تر خبرو او مشورو وروسته دافغان ولس دوروستۍ پرېکړي په اړوند د هغوبهرنيو هيوادو سره چي په دغه مسله کښي په ډول دډولونو شريک دې خبري وشي يوه معقوله دحل لاريي ولټول سي  . کيداي سوه په دې هکله دملې شورا سره هم مشوره شوي واي  ،خو متأ سفانه  هغه ددې ملي  کار جوگه  کيداي ځکه نشي  چې په سلوکښې شپېته يې په رښتياسره دملي گټوسره مينه نه لري او نه غواړې په هيواد کښې سوله او امنيت راشي ،ددموکراسۍ دپلي کيدو لپاره لار پرانستل شي ،افغانان  دداسي يوه پارلمان ،دولتي اجرائيه او قضایيه قوي درلودونکۍ شي کوم چې دکار او فعاليت اساسي لورۍ يې دافغان ملت فرد فرد ته چوپړ وي او ملې گټي تر هر څه ورته مقدسي وي . دغه شان لوړې او لوېې ملي غونډې ته بايد دخوابدو ډلو ،گروپونو،سازمانونو ،گوندونو استازو ته په پوره ډاډاو شخصي ژوند دامنيت په تأ مين سره دگډون امکانات برابر شي . دغونډې پرېکړه په هيڅ صورت  بايددلږکيو او ډيره کيو دکلمو کارولوته ضررت پيدا نکړې . غونډه بايد زموږ دنيکه ، ميرويس نيکه په دود په افغاني روحيه او فضاکي بيله بهرنې استازي  دگډون او لاس وهنې څخه جوړه سې . پورته کارو سرته رسول يوازي او يوازي په افغاني او اسلامي اخوت سره تر سره کيداي شي ، په غونډه کښي دتيريدني او غوږ نيوني روحيه دغونډي دگډون کونکو لپاره اساسي خبره ده ،او هر هغه څوک چې په دغه ملې غونډه کې برخه اخلې دخپل وجدان او ملي مسؤليت له مثي بايد دا موخه ولري چي څنگه وکولاي شي دټولو افغان خوابدو اړخونو تر منځ جرگه شي او هغوي سره پخلا کړې . که دغونډي پايله خداي نخواسته منفي هم وې دخوابدو راغلې استازي بايد په ډير حرمت  دوباره رخصت شي . زماپه اند دافغانستان دواسني ملي کړکېچ دحل يوازنۍ لاره به داوي ،نه دژورنالستانو سره په مرکوکښي خبرو او مذاکروته دمخاليفينو رابلل  ،او هغه هم بيا په داډول . فکر کوم داورځ رارسېدونکې ده چي اوسنۍ اداره به دملې پخلايني لاره خپلوې ، ولي ښه داده چې ناوخته شوۍ نه وي او افغاولس زيات تلفات نه وي ورکړې ددې ملې مسلې دحل  معقولې لاري و لټول سي .  دامنم چې دمسلې دحل کلې بهرنۍ فکتور دۍ خو دفلسفي اسل په اساس هر حه تغير مومې ،اوپه ټولنه کښي  داسي طبعې قوانين  شته چي په هغو سره په پوهيدو او له هغو نه په معقولي استفادې سره کيداي شي پر بهرنې فاکتور باندي هم تأثير وښندل سې او... . ليکنه پدې پښتو متل پاي ته رسوم  :   په زور کلې نه کيږې . مؤخذونه : بي بيب سي    2006.01.08   امريکا ږغ راديو پښتو او دري خپرونې  2006.01.09     www. Afghanistan .ru انترنت ويب پاڼه دجنوري ۱تمه او نهمه نيټه   ", داډول بلنه به څه گټه ولرې ؟ 816,عبدالهادي ريشا - کراچي," عبدالهادي ريشا - کراچي  پس له څه مودې کندهارته ولاړم . هورې مي څه ولیدل ، څه واورېدل او څه وویل ، دادئ ستاسي سره به یې هم شریک کړم. تعمیرات ارت سوي او جګ سوي وه. د آزانو په لحن کي توپیر راغلئ وو. پره دۍ وعدې هسي خوشي دوړي وې . در شوت ( بډي اخستني ) درک به هغه مهال درمعلوم سي چي کار دي بندسي او ورته ودرېږې . دا داري فساد نومه کوه خبري . چي رشوت ډېر وي دسواد هلي ځلي هم ډیري کيږي . دلهولعب ، فرما يشي سندرو ، فسق ، فساد ، قمار ،چرس او نورو باطلو مصروفیتو آوازې هم تر غوږ  رارسېدلې او مخ پر وده بلل کېدلې. نور دا هم ويل کيدل په اصطلاح چي چور په ټېکه دئ .   موبايل ټليفون مستې والا  لا هم درلود، زما پخيال دباغلي والا په توبره کي به هم دکاڼو سره پروت و . خواقتصادي حساب چانه ورته کاوه يواځي موډ و ، مفاد يې خارجي شرکتو ځغلاوه  . دچښنګ د اوبو بې آبي  د خارجي بوتلانو په اوبو تلافي کېده. په خارجي- تجارتي -استهلاکي اموالو مارکېټونه بوز او مالا مال ولاړ وو، خو دګدایي کچکول مو وطن  پر وطن ګرزي . سرا چې ډيري سوي  دي يعني سراچه موټران نوچي سراچې ډېري وي د نابللو مېلمنو هم لار نه وي . دمړي موټران ګل پوشه دناوي ګل پوشه تخت بمبارډ . درواغ تهمت ، حق خوري بې توله ده . يودبله دپښو خاوري کښل عادت غوندي ښکاري . نوڅه درته ووايم خدای مومه ناجوړه کوه بادار مو ډاکټر ، شفاخانه ، او نقلي دواته مه اړباسه . دخارجيانو کاروته خصوصاً د انجوګانو کارونه برای نام  دي . وکارته صرف خالونه او دړۍ  ورايږدي . برق د پخوا پشان نوبتي  دئ . اميد يواځی داميد وارانو سره پاته دئ . هر سړی سبا ته ګوري  وايي ٬٬ ودرېږه، چي څه کيږي؟٬٬ مګر سبا هم دنن څخه معلوميږي، ددغې هفتې ورځ ده.   د مړو پر قبر ګروپان لګيږي ، دژوندو دپاره اريکين شمع يا تايکه. اوس نو تاسي فکرو وراچوی، محاسبه وکئ او بېلا نس  وسنجوئ ، چي داتعميرات چي مېخونه، چپراس او  نور د تعمیرټوله سامان خود خارج په اسعارو راځي ، نو ددې استهلاکي مالو واردات په کمو اسعاري عايداتو اوکم اقتصاد دبيروني ممالکوڅخه زموږ مملکت ته راوړل کيږي ؟  اسعاريي دکمه کيږي ؟ نودداسي بې تناسبه نا متوازنه بيلانس وادات دیوه غريب مملکت داقتصاد شمزۍ نه ورماتوي او پرڅټ يي ملا ماتونکی بار ندئ نوڅه دئ ؟ هو د ښار سړکان ډامبر سوه خو داسی ډامبر سوه چي په لږ وخت کي بيا دښار د بازارو  رنګ خړ پړ ، کپرک سپېره سوه،  اوس هم چي څوک پکښې تيريږي  دپخوا پشان به سترګي چوغۍ پزي ته دسمال نيسي خصوصاً (هرات بازار) ډبي ډبي تر پخواني خامه سړک بتر دئ .   د بابا صاحب پر قبر د برقو لاړونه ولګېدل، خو اوس بيا څلور ګروپان مړه لس لګيږي ، لس مړه درې لګيدلی بيا  اته مړه شل لګيږی .   دشا ه حيسني تر زيارت پوري غر چمنان  مرغه حتی ځیني زيرني    سوې  نو که مراقبت اوپالنه يې ونه سي هغه چمنان به وچ مرغه به يي پروړسي او دشپنو پسونه به پکښي ګرزي . نوري پروژې هم دا ډول واټکلوه .   هره پروژه چي جوړيږي وروسته ترميم اومرتقبت غواړي ، که يې وروسته پالنه ونه سي ګواکي هيڅ (مصرف بيهوده ولاړ( که په رشوت خورو هم دحکومت دخوا عدالتي شلاخي نه وي پسې پای به يي داوي، چي خپل سرته به ايله وي او چی زړه یې غواړي هغه به کوی . نواې د حکومت واکدارانو! هغه خو د سري رشوت خواره مودر ګرزوی چي عاجزه خلګ رامرو ړي . پس له هغه څخه ای دحکومت لوی او کوچني کا ر دا رانو! خبره واورۍ . دې بدبخته ملت چي ستاسي وروڼه دی دتيرو حکومتو او نورو غټانو دلاسه يي خورا تاړاګونه تيرکړي  او ګاللي دي ، نن چي تاسي د نوی کمپیوټري مفکورې سره دوی دخدمت ځګر ټکوئ ، نو دخلکې (خرقې)روی ته وګورئ که به دا خپل غمجن وطن وال  نور نو دمراجعې په وخت کي سرګردانه کوئ . دې ځوريدلي قوم  ته مه واياست چي نن ولاړسه سبا راسه، نور يې مه تېرباسئ . شاعرانو او ليکوالانو! تاسي چي دا ولسو ممتازه، دوراندېشه اولس پاله قشر ياست تاسي ته هم وايم چي ، ستاسی دي وي که به په خپل تاثيري آواز سره اولسونه نه ويښوئ او غوږونه به يې نه خلاصوئ . ستاسي د پاره په دې حساس وخت کي نه ده پکار چي د ګل رخو د ګلابي باړخوګانو څخه مڅي واخلئ . اوس ستاسي وارد دئ، چي دتورمخو تورمخان او توري جولې لڅي کئ او په مخ یې منګاچي او غاښونه ولګوئ . حکومتو ته ښايي چي د ټولو مو ئسساتو پروژو کلکه حارنه اومراقبت وکي. متجاویزین  خپل سر ته ایله نه کي ، چي دخلګو پر حقوقو تيری وکي، لاس بري اوخود سري اوسي . په ډېره زړسواندۍ سره د بېوزلو د فاع  وکئ ، د بدو خلګو دبدی مخه با يد په ټينګه ونيسئ،  نو به هم خدای (ج) هم د  خدای (ج) دمخلوق راضي وي .    عبدالهادي-ریشاء کراچي   ",کندهار مي وليدی 817,ارواښاد مولوي عبدالغفار بريالی," اوس به خوني سم په خپل ځانه  صورت مي وځي له فرمانه  بس ته قسمته د خدای پار دي  نو ر مي تمام صبر و اختيار دي   له دی ژوندونه مي زړه تور دي يا ليونتوب يا اثر نور دی سرګرداني کړمه له عمر پريشانه  پر وطن بل د غضب اور دي  که ځيني وځمه پيغور دي  راباندي مه ګرځه اسمانه دا اوس رضا ده او که زور دی که بخت بيده د بل پر کور دي  يا مي اخيستی ستا د سرو سترګو ازار دي د ځمکي مخ دي دا که ګور دي چي مي تر غوږ د قيامت شور دي  يا زه د خوبه يا اوښتی کندهار دی   نه مي ښيرا رسيږي ځای ته نه طاقت وينم دست و پای ته  چي د جفا پېټی کړم ليري له ميدانه  هدايت بويه دی خود رای ته ايږدي دامونه وه همای ته  ښه دی چي ولاړ دغسي ډک ځي له ارمانه  په اخيرت به ورسو خدای ته د حشرګاه و هوی و های ته هلته به ګورو که رښتيا جواب په وار دی که دې درياب تل کړم وه لای ته  ژبه ګونګۍ شوه وه وای وای ته  اخير نفس ملک الموت راته بېدار دی  مينه مي ځګ وهي له جوشه  خمار ايستلی يم له هوشه  فکر مي نه کاږي منګولي له ګريوانه  کاشکي هر غم وای فراموشه  مست قلندر نشه مدهوشه  ګونګ چا د بنګودوديدلای له دهانه زه او کچکول وای هماغوشه څيري چلتار مو دړۍ پوشه  اوس لا عجب تيره خنجر د زړه پر هار دی ستونی مو ډک وای له خروشه  له هره باره سبب پوشه  دغه نقشه ده اجازې ته انتظار دی  مرض مي ځي د زړه و خواته  د ژوندون کار دی راڅه پاته په ميني ځان کړمه نژدې تر ګورستانه  راځه د هجر سر جلاته  روح مي سپارلی دي وتاته  دا مي وصيت مامسافر کړه له جهانه چي پاته نشم ليونتيا ته  د پردو خګو وخندا ته  واخله دسخط دا مي د خپلي خولې اقرار دی اميد مي نه کيږي بل چاته  پريږده خنجر له ملاقاته  درته نيولی سر په لاس عبدالغفار دی ",د ميني خنجر 818,," د انځورونو راليږونکی خليل الله سروري جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 ",د لــــــــــــوی اختر شـــــــــــپه په انځـــــــــــــــــورونـــــــــــو کي 819,," ټاکل شوې ده چې افغان ولسمشر حامد کرزى به په نيږدې راتلونکي کې د قزاقستان هېواد ته سفر وکړي دغه خبره د سې شنبې په ورځ د لوى اختر په لومړۍ ورځ ښاغلي کرزي د اختر تر لمانځه وروسته د جمهوري رياست په ارګ کې يوې خبري غونډې ته وکړه ولسمشر د همدغه خبري غونډې له لارې هېوادوالو او د نړۍ ټولو مسلمانو هېوادونو ته د اختر مبارکي هم وويله . ",ولسمشر کرزى په نيږدې راتلونکې کې قزاقستان ته ځي 820,," د سې شنبې په ورځ غرمه مهال افغان ولسمشر حامد کرزى د قزاقستان هېواد په لوري روان شو ، د دولت د رياست وياند کريم رحيمي خبري رسنيو ته ويلي چې د ولسمشر د سفر اصلي موخه د قزاقستان هېواد د ولسمشرۍ د لوړې په مراسمو کې برخه اخېستل دي ،نوموړي دا هم وويل چې له ولسمشر سره د افغان دولت د اطلاعاتو کلتور اود دولت د ملي امنيت سلاکار وزيران ملګري دي . ",ولسمشر کرزى قزاقستان ته لاړ 821,,"  دپېښور نه د نندارې راپور :په پاکستان کې اوسېدونکوافغان کډوالو دافغانستان اونورې اسلامي نړۍ سره يوځاى دسه شنبه په ورځ دلوى اختر مراسم پرځاى کړل _داچې پاکستان لوى اختردچارشنبې په ورځ نمانځي نو په ښارونوکې دعيدګاهو دروازې بندې وې  -کډوال په کمپونو کې دننه دلوى اختر مونځونه وکړل  - دپېښوردکچه ګړۍ په لويه عيدګاه کې په زرګونوافغان کډوالو دلوى اختر مونځ اداکړ  - دمانځه پرمهال دمسلمانانوديوالى اودافغانانو دښې ورځې لپاره دعاوشوه   - دکچه ګړۍ دعيدګاه امام مولوي عبدالاحد ددعاپرمهال وويل ( مسلمانان دې الله په يوه اتفاق لري اودافغانستان ملت دې خداى پاک اباد اوودان کړي ترڅوداکډال چې په ډېر پريشان حالت کې دلته دمهاجرت شپې او ورځې تېروي په خير اوعافيت سره بېرته خپل وطن ته ستانه شي ) -دلوى اختر دمونځ داداکولوڅخه وروسته کډوال يوبل ته ترغاړې وتل اومبارکۍ يې ورکړې هم داراز دقربانۍ مراسم هم يوشمير شتمنو افغانانوپرځاى کړل ځينوافغانانو کډوالو خواشيني ښکاره کووله چې دپاکستان دولت که دوى سره يوځاى اخترمونځ کړى واى نو داختر خوشحالى اورنګينۍ به يې لاډېرې وې همداراز کډوالودافغانستان دولت نه هيله څرګنده کووله چې دکډوالو لپاره دې دولت په افغانستان کې دارامه ژوندکولوزمينه زرترزره برابره کړي تر څودکډوالى له ستونزمن ژوندانه نه سره خلاصى ومومي -   ",افغان کډوالو هم دسه شنبې په ورځ لوى اختر ونمانځلو 822,محمد يو سف خد متګار مزدورزوی,"   چي  د و ه  سترګي د د لبر و ي  يو موسکئ موسکئ نظر وي    ز ړ و نه  ډ ک  و ي له  رڼا  نه  هر ه خوا شرا ب کو ثر  و ي    خوږاحساس وي سازوي شور وي  خوله په خو له د شو نډو سر و ي    حسن  مينه  محبت  و  ي  هر سبا وي  ماځيګر  وي    نړ ۍ  ټو له  و ي  رنګينه  هري  خو ا ته جوړ اختر وي      يا ياران  سره راټول وي  ديدنونه  وي ګودر  وي    مشر  کشر  احترام  وي  مينه؛ مينه سرا سر وي    کوراوکلئ جم اوجوش وي  نه  کډ وا ل نه  مها جر وي   خويندې ميندې وي خوشاله خد متګاره  تل  اختر و ي     د١٣٨٠ل  ه  کال کوچني اختر ",اختر 823,محمد يو سف خد متګار مزدورزوی,"     چي نه ستر ګي نه دلبر وي    نه  وصال نه ئي بشر  وي      نه دلداروي نه خومار وي    نه ګو در نه  ماځيګر  وي     نه  د يار دکوڅو  باد  وي  نه کا لي وي نه څادر  وي    نه زيارت وي نه ميلې وي  بس کډوال ستړئ سفر وي    ځانځاني اونفاق زوروي   مشر  کشر  مر و ر  وي     خوردورورکره تلاې نه شي   خو ر يينه  بې  خبر  و ي     که پا چا دټول جهان شئ   ترينه  ښه کنده سقر وي   خد متګاره  بې له  ياره برات څه وي څه اختروي ؟   د١٣٨٠ل ه کال کو چنئ اختر کلا کر ويک نار وې ", څه اختر ؟ 824,," ", 825,زمری," د زړه   ژور   زخمونه  مې   ګنډلي   نه  دې   چا ځګېروې    او  اوسیلې    یې  اوریدلي   نه دي  چا   د ژوند  له نغري  نه مې  ایرې  وې  تل  په برخه لمدې  غوښې  دتن مې تل  داغلې نه دې  چا؟   د هېلو له وجود نه مې لمبې  دې  تل ختلې دا    سوې ارزو ګانې  مې  ژغورلي  نه دې  چا   طبیب  راته  جلاد  شې  شوکران  مې  مخ ته  کېږدي له حاله  مې په مېنه  هېڅ  پو ښتلې  نه  دې  چا   دیار  او  یارانې  په  لټون  اوړم  په دښمنو چې  لاس  مې  وراوږد کړي دي پريکړي  نه دې چا؟   د غرو او صحرا  کاڼی یم له هر څه نه یم لیرې په  سهوه  کې  خواږه ماته  کتلي نه دې چا   پردي د پرديتوب  په جرم ، خپل  د  خپلولۍ نادودې  خپلې مانه  سپمولي نه دې  چا   اسمان ته که  لاس  جګ کړم نو تندرونه  په ما اوري یا داسې څه  چې  هیڅ هم  اوریدلي نه دې چا   جنون  به هم  شي تنګ  په ما که ور یې شمه  غېږ ته رټلي    په  دنیا    کې     هیڅ    منلي    نه دې  چا   سزا  دعمل  حق  ده  خو زما  په   حق   کې  نه د  ښو په بدله کې بد راکړي نه دې چا؟   چې څه به شي  را پیښ نور راته پته  یې لا نشته زما دلارې پای    ته لا  لیدلي نه دې چا   تندیه  ته دې مات  شې چې دې مات  راته ورمېږ کړ درانه  فکرونه  سپکو ته ساتلي نه دې چا   هېڅ پوه نه شوم  د ژوند  په خوند  زمریه  تر دې دمه زما     د تقدير   لېکی  لا لوستلي  نه  دې   چا   ۸۰۶۰۲۰۰۱ ",دافغان جرم 826,زمری," ستا د سترګو په دریاب کې ، تږی زړه لمبول غواړم ستاد شونډو په لمبو کې د غمو سوځول غواړم   ستا د وصل په جنت کې ،دهجران دوزخ نه تښتم ستا د مېنې غیږ کې ګرانې،ستړی ژوندتیرول غواړم   ستا د زلفو په هر موج کې دنظر بیړې ډوبیږې جل وهلې سترګې دلته لږ په دمه تړل  غواړم   د سپوږمۍ له پلوشو نه ستا  تصویر ته قلم  اخلم هنګامه دې د ښکلا  زه  په اسمان  خېژول  غواړم   ستا د غږ  په  سر او لې  کې موسیقي لټوي ځان خپل ترنم  کې    یې   د مينې  هر  سرود    غږول   غواړم   د ښیګڼومجموعه  یې  خدای  دی ساته له نظره سپیلني  غوندې   دی مخکې  دا خپل  ځان  دودول غواړم ",د ښېګڼو مجموعه 827,زمری," ډیر   که    رټلی    دې    ترخو      کتو یم بیا   هم    په   طمع    د هغو   کتو یم باڼه    دې    خیر   ده تل    کاږه     وساته خوړلی   زه   دې    په   کږو    کتو یم تریخ   که  زما   ژوندون   له زهرو  شو خیر تږی   دې  تل   ددې   خوږو  کتو یم آرام   چې   دا   توفاني   روح   کړمه   پرې سترګې   په لار   دې   د زیږو کتو یم بې مهابا ،بې مدعا،  بې  ویر ي لیونی زه  دې د نږوکتو یم لږ    مې   په  خپلو   سترګو    وپوښته حال وژلی   زه    دې     دې    پردو کتو یم د           لریتوب           فاصلې         وسوزوه لوګی   دې   زه  له دې   لمبو کتو یم چې  رانه   ئې   خوب  او آرام    دواړه   وړي په  انتظار  کې  ستا د غلو کتو یم د   غم          جونګړ   ه    ده    د   هجر    تیاره ویښ دې زه خیال ته په کتو کتو یم لږ      دې     د   حسن خزانی   ته   کړه    پام ویره   کې   زه   تل   له  سپیرو کتو یم د   ترکو     سترګو   معجزې     ته   ګوره زه    ئې       ویشتلی     پښتنو  کتو یم چې  د   زمري    زړه   ئې   د ښکار نښه ده ویشتلی    زه       دې     غرڅنو    کتو  یم ۱۵.۸.۲۰۰۰   ",کتل 828,احمد فواد لامع_کابل,"     سپيره ټکنده غرمه ده لړې لارو کې تاويږي غرمزلی پرمخ درومي خپلو موخو ته هسيږي           ...... مزلونه يې لنډ کړي هم په اوړي، هم په ژمي هم په واورو، هم په دوړو تور تور غرونه يې ترشا کړي لا راتلونکي ته هڅيږي          ...... هم يې ټپ پر ټټر باندې هم مډال دی د وياړونو د اوږده سفر په لړ کې خاطرې يې دي موندلي چې ورياده شي خوږلنه په خيالونو کې نڅيږي          ...... ترشا پاته اوږد سفر کې کړاوونه يې هم ليدلي چې کوم درد يې ورپه ياد شي سپيلني په شان نوليږي           ...... لايې غاښي دي په مخ کې لا پيچومي ورته ګوري لا د لويو غرو په څوکو له ابهامه ډکې وريځې هرکلي ته يې تاويږي           ....... ددې تورو غرو تر شا به يوه دښته وي د ګلو هر غاټول به ورته خاندي هر ريدی به ور مسيږي           ....... او...... ددې ښکلې دښتې پای کې يو بورجل به وي د مينې د اوږده سفر ستړيا به په يو دم شي ورنه ليرې غرمزلی په دې هيله پر خپل هوډ باندې پائيږي          ........ خو دا لاره نا اشنا ده نه هواره، نه بيديا ده پای يې چاته مالوم نه دی چې پر کوم ځای به ختميږي؟          ........ څه خبر چې دا وروستی غر د سفر اخر منزل وي؟ د راتلونکي لفظ مانا به و دا غره ته رسېدل وي؟   ",غرمـــزلـی 829,," ",په مسكو كې د لوي اختر لمانځنه 830,," د بېنوا پاڼي خبريال : خليل الله سروري له کندهار څخه جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006 جنوري 12, 2006   ", د وطن لوی اخــــــــــــــــــــتر په انځـــــــــــــــــورونو کي 831,غلام محمد," درنو متدينو هيواد والو او په روسيه كي ميشتو افغان مهاجرو وروڼو او سوداګرو،د تودو سلامونو او نيكو هيلو په وړاندې كولو سره د نيكمرغه لوې اختر د رارسيدلو له امله تاسې او ستاسې كورنيو ته د زړه له كومي مپاركي وايو او د لوې خداې له درباره څخه غواړو چې داختر نيكمرغې ورځې مو همداسې له خوښيو او خوشحاليو څخه ډكې وي. د افغانانو د سوداګرۍ مركز يعنې ستاسې دسوداګرۍ مركز تل هڅه كړې چې د كار په ټولو برخو كې ستاسې دګټو په نظر كې نيولو سره داسې اقدامات وكړي چې زموږ وياړلي سودا ګر وكولاې شي په روسيه كې د خپل تجارتي كار او فعاليت له پاره د لويو امكاناتو څخه تل برخمن واوسي.همدغه دافغانانو د تجارتي كلكتيف او مركز درلودل او ټول سره په يوه ځاې كې چې دافغاني وحدت اويووالې ستره نمونه ده دافغانانو دسوداګرۍ دمركز دكارونو يوه روښانه نمونه ده. تاسې پوهيږۍ چې موږ دلته د خپل كار په ساحه كې د ښه تجارت تر څنګه خپل كلتوري او معنوي لاسته راوړنې هم لرو.دلته د ښوونځى موجوديت چى ستاسې په مرسته چليږي ،همدارنګه داله  ج په فضل ديوه لوي جامع جومات درلودل او همدارنګه يوه څلور ساعته تلويزيون در لودل هغه ټكي دي چي زموږ او ستاسو ټولو له پاره د وياړ خبره ده. تاسي خبر ياستۍ چې هره مياشت له سلو څخه زيات ماشومان دقلم،كتابچې او يا د خوراكي موادو په خاطر دافغانانو دتجارتي مركز تر مستقيم حمايې لاندې دي چې يو شمېر كورنيو سره له دې امله ټاكلي مرستې كېږي او دمرستې دغه لړۍ به همداسې روانې وي. دافغانانو تجارتي مركز هڅه كوي چې تل دافغانانو په خدمت كې وي او وكولاي شي چې دكار او تجارت داسې لارې چارې برابرې كړې چې زموږ افغان وروڼه سوداګر په آرامه فضا كې خپل سوداګريزې چارې پر مخ بوځي. اجازه راكړۍ جې يو ځل بيا د اختر مباركي دركړم او تاسو ته دښه او نيكمرغه ژوند دپايښت هيله وكړم.   غلام محمد دافغانانو دتجارتي مركز ريس ", دافغانانو دتجارتي مركز د مباركۍ پيغام 832,ساحل," داسرائيلو ليكود ګوند وزيران به له خپلو دندو نه ګوښه شي د ليكو ګوند وزيرانو ويلي چې په راتلونكې اونۍ كې به د ائتلافي كابينې له دندو څخه ځانونه ګوښه كړي. د بي بي سي د يوه خبر له مخې د ليكود د ګوند مشر بنامين نتانياهو د دې ګوند د څلورو وزيرانو څخه چې د بهرنيو چارو وزير سيلوان شالوم هم دى غوښتي چې د اريل شارون د كابينې څخه ګوښه شي خو د شارون د ورپېښي شوي ناروغۍ له وجې د دې غوښتنې تر سره كېدل وځنډېدل. كه څه هم نتانياهو د پنج شنبه په ورځ د ليكود ګوند د وزيرانو څخه د استعفا غوښتنه كړې وه خو هغوى د ده د دستور د تر سره كولو پر ځاى پرېكړه وكړه چې په راتلونكې يكشنبه كې خپل استعفا ليكونه د لومړي وزير كفيل ته وسپاري. نتانياهو ويلي چې د ليكو حزب به  د مارچ مياشت په كېدونكو پارلماني ټاكنو كې د دولت د مخالف ګوند په توګه برخه واخلي . بنيامن  نتانياهو وروسته له هغه مهاله د دې ګوند د مشر په توګه وټاكل شو كله چې شارون د دې ګوند مشري پرېښودل او پر ځاى يې بل د كاديما په نامه ګوند جوړ كړ.   ",داسرائيلو ليكود ګوند وزيران به له خپلو دندو نه ګوښه شي 833,ننداره," له پېښوره د نندارې راپور : امريکايان يې نه مني ،افغانان يې هم نه مني اوپاکستاني چارواکي هم منلو ته تيار نه دي خودپاکستان دقبايلي سيمې باجوړ ايجنسۍ، اوسيدونکي وايي چې څو امريکايي څرخي الوتکو ، دجمعې په شپه دماموندو ډمه ډوله سيمه بمباري کړې ده او قابو اتلس تنه يې وژلي او له لسو زيات نور يې ټپيان کړي دي  - ځايي قبايل وايي دوى له تېرو څو ورځو راهيسې امريکايي الوتکې د سيمې له قلم رو څخه دتېرېدو پر مهال څارلې ،او هم دوى سيمه بمباري کړې ده -دباجوړ قبايل دغې بمبارۍ راپارولي او دپاکستان پر ضد يې د لويې مظاهرې هوډ کړى دى -داپه داسې حال کې ده چې يوه اونۍ وړاندې هم د جمعې په شپه  دقبايلو په وينا امريکايي الوتکو د شمالي وزيرستان سيدګى سيمه بمباري کړې وه -او هلته يې هم اته کسان وژلي وو-خو دپاکستان د پوځ وياند جڼرال شوکت سلطان وايي په باجوړ ايجنسۍ کې قًبايل په يوه چاودنه کې وژل شوي ، نه په بمبارۍ کې -باجوړ دافغانستان پولې ته نزدې کونړ ولايت ته ورڅېرمه پرته سيمه ده او دنورو قبايلي سيمو په څېر نا ارامه نه ګڼل کيږي- ",باجوړيان وايي امريکايان ورته برګ شوي دي 834,ولي شاه طبيب /کندهار," ولي شاه طبيب /کندهار  ليکوال دټولني هغه منور کسان دي چه په ټولنه کښي لوړ او اوچت ځای لري ، لوستونکي ددوي هري وينا اوليکني ته په قدر اوعزت ګوري اوحتی ددوي ويناوي اوپندونه دخپل ورځني ژ وند موخه اوکړن لاره ګرزوي .  ليکوال ددي توان لري چه یوه ډيره وړه مسئله لويه کړي ،هغي ته پرداز ورکړي ، دهغي وړي مسئلي جسامت اوابعاد دخپل ليکوالي ‌‌ذره بين په ذريعه دومره لوی کړي چه دعامو لوستونکو یا اوریدونکو پاملرنه دلیکوال د غوښتني مطابق هغي وړي مسئلي ته واړوي ،برعکس لیکوال داتوان لري چه ډيره لويه خبره داسي وړه کړي چه ته به وايي چه هيڅ پيښ سوي نه دي ،دلته بيا ليکونکي خپل دلیکوالۍ دوربين سرچپه کړي دي چه دمسئلي جسامت ډير راکوچنی کوي ، دالوړ ټکي مي په دي سبب بيان کړه چه دليکوال توان رابرسيره کړم ،ليکنه ډيره پاملرنه غواړي ، ليکوال بايد دخپلي ليکني ټول اړخونه په نظر کښي ونيسي ، واقعيتونه بيان کړي ، داسي موزونه ليکنه وکړي چه په هغه کښي دخپلي ټولني اوبالاخره دخپل ګران هيواد ملي منافع تاواني نه سي ، يوتعداد ليکوالان چه د يوه ځانګړي موخي لپاره ليکني کوي ،مثلا د يوي سياسي ډلي یا حزب په ګټه مسايل څيړي ، واړه مسايل داسي ترسيموي اويا تمثيلوي چه دعامو لوستونکو احساسات پر وچه مځکه راپاروي او په معنی کښي ليکوال دخپل حزب په ګټه دبي خبره اورښتيني هيوادوال دنيکو احساساتو بي ځايه کارونه کړي وي ، داډله ليکوالان خودخپل سياسي ګوند لپاره کار کوي . يوشمير ليکونکي ازاد ليکوالان دي چه دکومي سياسي ډلي سره اړيکي نه لري ، بلکه په مستقل ډول دولس په ګټه کار کوي چه ددي ډلي ليکوالانو څخه ډيره توقع کيږي چه هميشه ازادي ،رښتيني او بي غايي ليکتي وکړي . داډله ليکوالان تور ته تور وايي او سپين ته سپين ، اومسايل داسي ښکاره کړي لکه څنګه چه وي ، دستونزو تصوير نه لوی اونه کوچنی کړي او لوستونکو ته دستونزو واقعي اوپرځاي څيړنه وړاندي کړ ي نه داچه دخپلو افکارو ښکار يي وګرزي او داهیر کړي چه ليکنه يي دبي طرفۍ او رښتينولۍ څخه ليري کيږي . دلته یو مثال وړاندی کوم : یوه ليکوونکي ته دنده ورکول کیږي چه دپلاني کور څخه ليدنه وکړه او دهغه په هکله ولیکي دغه لمړی ليکوال دکور څخه لیدنه کوي اوداسي ليکي : دا کور کوچنی دی ، دخټو څخه جوړ دي نوځکه ښکلی نه دی ، دښار په پس کوڅو کښي واقع دی ، وني او ګلان نه لري ، ميز او چوکي پکښي نه سته ،کاچوغي اوپنجي دډوډي خوړلو لپاره نه سته ، عصري تشناب او شاور نلري ، برقي جارو او دکوردروازه يي برقي زنګ نلري او داسي نور . دوهم ليکونکي ته دنده ورکول کيږي چه دنوموړي کور په هکله وليکي : دوهم ليکونکۍ لیکي : داکور بازار ته نژدي دی ، دخټو جوړدی نوځکه په دوبي سوړ او په ژمي تود دی ،دکوټو جګوالۍ يي ددغه ګرم اقليم لپاره ښه دی ،دکور اوسيدونکي پرمځکه پر کوربچه کښيني او هوسا دي ، حمام نژدي دی ، ددروازي زنځير دزنګ کار ورکوي ،دکور دیوالونه يي ښه جګ دي دغلو بيره نه سته .  که موږ ددي دوو ليکوونکو ليکنوته پاملرنه وکړو ، لمړي ليکوال ټول منفي ټکي يي ليکلي دي ، او دوهم ليکوال بيا ټول مثبت ټکي ليکلي دي . دلته اړتيا ليدل کيږي چه دريم ليکوونکۍ بايد ليکنه وکړي ټول پرواقعيتونو ولاړ منفي اومثبت مهم ټکي وليکي . يو لیکوال په يوه انترنيټي پاڼه کښي پخپله ليکنه کښي ډير منفي ټکي ليکلي وه دخپلي اوږدي لیکني په اوږدوکښي يي يوه کوچنۍ جمله داسي لیکلي وه چه تعميرات جګ سوي او موټران ډير سوي وه ، که موږ وګورو چه زموږ په ښار کښي په سلهاوو شخصي او دولتي وداني جوړي سوي دي (زياتي يي شخصي ودانۍ دي) که موږ سوچ وکړو چه په داديرش کاله کښي څومره کورونه جوړ سوي دي شايد ډير لږ ، او که وګورو په هغه وخت کښي دګوتو په شمير موټران وه اوس ډير دي ، دادواړه دانکشاف نښي دي چه دخلکو د ژوند اقتصادي اړخ ښه والي پيداکړی دی . که جګي وداني جوړي سوي دي ، نو هلته ډيرو بنايانو او کاريګرانو کار کړي دي اوهغوي ته دکار زمينه پيدا سويده ، حتی ډيرو بهرنيو بنايانو او کاريګرانو ته موقع پيدا سويده ، داچه بهرني کاريګران دلته کار کوي دا ښکاره خبره ده چه دهغوی دکار کيفيت او ښايسته ډيزاين زموږ تر کارکوونکو ښه دی ، داټول دانکشاف نښي دي ،مګر ښاغلي ليکوال يوازي په يوه لنډه جمله کښي صرف دتعمیراتو جګوالۍ ذکر کړی دی ، نوموړی ليکوال ليکي چه اوس حتی دمستي والا سره هم موبايل تيليفون موجود واو دډيروکسانو سره دفيشن او موډ له سببه موبايل تیليفون موجود و . زه د ښاغلي ليکوال ليکني ډير خفه کړم ، نوموړي دمستي والا بي قدري اوبي عزتي وکړه، دليکوال په هاند يوازي بايد تاجر اوشتمن خلګ موبايل تيليفون ولري نه مستي والا . مګر څومره دخوشبختۍ ځای دی چه هر افغان ټيليفون ولري که مستي والا دی اوکه شتمن سړی او دوياړ ځای دي چه مستي والا ددي توان لري چه موبايل ولري . دا ټول داقتصادي انکشاف نښي دي ، که څوک دموډ اوفيشن په خاطر موبايل لري ، خو ددي حقيقت ښکارندوي دي چه دنوموړي شخص اقتصادي حالت سم سوی دی .  زه دخپلو ګرانو معززو ليکوالو څخه هيله کوم چه دډير منفي بافۍ څخه ډډه وکړي که لس کرښي منفي ټکي ليکي حداقل يوه دوي کرښي دي دمثبتو ټکو څخه هم وليکي . خصوصا په دي نازک حالت کښي چه ګران افغانستان دډيرو لوړو ژورو څخه تيريږي . اوکه دليکوال همدا موخه وي او دخاصي ډلي لپاره کارکوي نو دا بيله خبره ده ، دقدر وړ لیکوالان بايد ډيره پا ملرنه وکړي چه دده ليکنه دننۍ تکنالوژيۍ يعني انترنيټ په وسيله دنړي په هرګوټ کښي افغانان لولي . زه هيله لرم چه ليکوال له ما نه خفه نه سي او ارزولرم چه موږ ټوله يو اوبل وزغمو اوتحمل پيداکړو. ", دلیکوالو دپاملرني وړ 835,,"   دباگرام له هوایی اډې چېرې چې دائتلافي ځواکونو نظامي اډه ده په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دائتلاف ځواکونه دارزگان ددیراود ولسوالۍ ته ورڅېرمه دطالب جنگیالیو له لوري دیو برید لاندې تیره ورځ په ١١ بجو راغلل چې دخبرپاڼې په کاږنه ائتلافي ځواکونو ته کوم زیان ندی رسیدلی. خو خبرپاڼه دا وایي چې شپږ طالب جنگیالي يې په نښته کې وژلي او نورو ترې دتیښتې لاره خپله کړې. ارزگان کې تل امریکایي او دولتي سرتیري دطالبانو تر برید لاندي راځي. ",ارزگان کې امریکایي ځواکونه له یوه برید سره مخ شوي. 836,,"   تیره ورځ دپاکستان دباجوړو په سیمه کې دامریکایي ځواکونو دالوتکو په بمبارۍ کې چې ١٨ تنه عام وگړي هم پکې وژل شوي دالقاعده شبکې مرستیال ایمن الظواهري دوژل کیدو خبره هم په خبري رسنیو کې پورته شوې. دپاکستان داطلاعاتو وزیر ویلي چې نه پوهيږي پدې بمبارۍ کې الظواهري وژل شوی که نه. دغه راز دامریکې دمتحدو ایالاتو ددفاع وزارت یا پنټاگون له لوري لا تر اوسه دشوې بمبارۍ په اړه دهو او نه ځواب ندی په ډاگه شوی چې دوی کړی او که نه دباجوړو قبایلي سیمې اوسیدونکي وايي چې دوی دچورلکو اوازونه اوریدلي پاکستاني چارواکي هم داکار دالوتکو بمباري گڼي. چاودنه یا بمبارۍ په دریو کورونو شوې او په هغه تصویر کې چې نړیوالو تلویزیونو ښوولي پکې سترې کندې دچاودنې یا بمبارۍ له امله ښکاري. ",دایمن الظواهري دوژنې خبرې کیږي. 837,,"   نن ماسپښین دخوست ښار دفیض محمد خان په واټ کې یوه سخته چاودنه شوې او لامله یې ٢١ کوچنیان سخت ټپیان شوي. ددې خبر پخلی دپولیسو یوه چارواکي شیراقا کوچي بینوا ویبپاڼې ته کړی. چاودنه پداسې ځای کې رامنځته شوې چېرې چې وړو ماشومانو داختر دخوښۍ دلمانځلو لپاره راټول شوي وه او پخپلو کې یې دهگیو جنگول کول. له خوست ځېنې وختونه د چاودنو او جگړو راپورنه ورکول کيږي. ",په خوست ښار کې درنه چاودنه شوې. 838,,"   ددفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي خبري رسنیو ته ویلي چې ددولت له مخالفو سره په یوه نښته کې چې دپکتیا په ولایت کې رامنځته شوې دملي اردو یو سرتیری اودمخالفو جنگیالو دوه تنه وسلوال وژل شوي او داډول دملي اردو دوه نور سرتیري ټپیان شوي. ",په پکتیا کې دملي اردو سرتیری وژل شوی. 839,,"  د طالبانو دواکمنۍ پرمهال د کورنيو چارو وزارت مرستيال ملا محمد خاکسار اخند نن ماځيګر په کندهار ښار کې ووژل شو. د عيني شاهدانو په وينا، دوه تنه چې په موټر سايکل سپاره ؤ، ملا خاکسار يې پر سر او ټټر باندې په ګوليو وويشته او وروسته وتښتيدل. د ملا خاکسار ورور عبداله جان او د کندهار د پوليسو قوماندان مالک واحدي د خاکسار د وژل کيدو پخلی کړی دی. له بلې خوا طالبانو د نوموړي د وژنې پړه پر غاړه اخيستې او ويلي يې دي چې دا کار ددوی د مشرانو د پريکړې پر اساس ترسره شو ځکه ملا خاکسار امريکائيانو ته يو تسليم شوی او د هغو ملګری ؤ. ملا خاکسار د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کورنيو چارو وزارت د مرستيالتوب دنده پر غاړه درلوده او د طالبانو له راپرځيدو وروسته دا په ډاګه شوه چې هغه د طالبانو په منځ کې د شمالي ټلوالۍ يو اجنټ وو. ",ملا خاکسار په کندهار ښار کې ووژل شو. 840,," ", 841,,"   نن دایران ولسمشر احمدي نژاد په تهران کې خبریالانو ته په یوې خبري ناسته کې وویل چې ایران داټمي وسلو دلرلو لپاره هڅه کوي ترڅو یې ولري خو دابه دامانا ونلري چې گوندې دامنیت لپاره خطر رامنځته کړي. نژاد امنیت شورا ته دایران داټمي وسلو دجوړولو خبره چې امریکا او اروپا یې وړاندیز کوي په اړه یې وویل چې دده هیواد به هیڅکله دزورورو هیوادونو تر فشار لاندې رانه شي. احمدي نژاد ایران یو داسې هیواد وگاڼه چې تل یې هڅه کړې په هغه لار لاړ شي کوم چې قانون یې وایي او داتمي زرو دنړیوالې ادارې یې تل خبره منلې. نوموړي په زغرده هغو هیوادونو ته وویل چې که غواړي ایران له اټمي وسلو څخه بې وسلې کړي نو لومړی دې دخپلو هیوادونو اټمي وسلې له منځه یوسي او یا دملگرو ملتونو قوانینو ته درناوی وکړي تر څو ډاډه شي چې دغه هیوادونه دنړۍ امنیت ته رښتین دي. نژاد داسرائیلو په اړه هم وویل چې پوښتي دا قوم له کومه ځایه دفلسطین پاکې خاورې ته راوړل شوی او که امریکا او اروپا په رښتیا سره دډیموکراسۍ پلوي کوي نو ولې اسرائیل دمظلومو فلسطنیانو له وژلونه نه اړوي. احمدي نژاد وویل چې شل وړاندیزونه لري چې تر دامهاله یې دوه وړاندې کړي. نوموړی سخت دريځه دایران ولسمشر گڼل کيږي او تل داسې ویناوې اوروي چې غربي هیوادونه پرې په قهر کیږي. ",احمدي نژاد: ایران حق لري اټمي وسلې ولري. 842,مصطفی امن," راځۍ دمیو پیمانې ماتي کړو تندی دعشق په میخانې ماتي کړو ساقيه راکه ولولې دميني چي د دلبر کور ته کوڅې ماتي کړو يار او ريبار مو پل په کاڼو ولي چاته دزړه د راز پردې ماتي کړو غم خو دی دروند په تله راکه اشنا چي د تسل تندي په دې ماتي کړو امن به بيا مالت ته کله راځي چي د ز ړګي پرې وسوسې ماتي کړو ",غزل 843,," ع : نورزي هلمند نن مازيګرد۵ بجوپه شاوخواكي هغه مهال يوځانمرګي بريدرامنځته شو كله چي دامريكايى ځواكونويوشپږموټريزكاروان له كندهارڅخه دهلمند پرلورروان وو دهلمند دګرشك جنايي امر آمان الله لږشيبه وړاندي دبېنواخبريال ته په يوه ټليفوني تماس كښي وويل : (( سرښندونکی په يوه ټونيس موټركي سپورو چي خپل موټريې دامريكايى ځواكونوله موټرسره وجنګوي ترجنګيدووروسته چاودنه رامنځته شوه ووژل شو اودامريكايي ځواكونوديوموټرټايرپنچرشو په خبركي ويل شوي چي يوريكشاوالاهم پښه له لاسه وركړي ده اودامهال دګرشك په روغتون كښي تردرملني لاندي دی . ځانمرګي بريدپه داسي حال كښي رامنځته كيږي چي دوې اونۍ مخكښي هم په دغه ولسوالۍ كښي دامريكايې ځواكونو پريوموټرماين چاودلي وو چي هغه مهال چارواكوادعاكړې وه چي يوامريكايي زخمي شويدي خودطالبانووياند قاري يوسف احمدي وويل چي شپږامريكايان وژل شويدي . ",دهلمندپه ګرشك كي ځانمرګى بريدوشو 844,حکيم روان - هالنډ," که په جنت کې پښتو نه چلېږی                داسې جنت زما په کار نه دئ چې د ارمان په لوری نه خوځېږی               هسې تېزن دئ   زما ېار نه دئ چې  په  ډغرو کې  ترئ  تم وی               زما  د کلی او د  ښار نه  دئ چې د منصور په شان همت نه لری              هر څوک لاېق د هغه دار نه دئ چې زړه ېې تش وی د وطن له درده              زما د ړنګ کلی چنار نه دئ چې ېرغمل ېې د وطن لېلا کړه                  ته وا لا پړئ دئ ښامار نه دئ تورې ته لاس کړئ د وطن بچو!                بېړه کړئ ژر شئ وخت د وار نه دئ ",دوطن بچو ! 845,پروفيسر عبدالخالق رشيد," څوك په رضاله ملكه نه ځي       ياډيرغريب شي ياديار له غمه ځينه په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ چې دهيواد يو بل نوميالي اود پښتو ژبې استاد او ليكوال  استا د نور احمد شاكر هم له دغې نړى څخه سترګې پټې كړې داستاد شاكرخواشينوونكې مړينې دادى دكابل پوهنتون پښتوڅانګه اودپښتو بنډار يوځل بيا دغم په ټغر كينول . اناالله وانا اليه راجعون پوهندوى نور احمد شاكرخپلې لومړنۍ زده كړې دكندهاراوكابل په ښارونوكې ترسره اوبيايې  خپلې ماستري زده كړې په امريكا كې بشپړې كړې دى . دكابل پوهنتون د ژبواو ادبياتو پوهنځي له لومړنيواوبنسټوالو استادانو څخه و، كلونه كلونه يې ددغه پوهنځي دمرستيال ، دپښتوڅانګې د استاد اوددغه څانګې دمشرپه توګه خپله سپيڅلې دنده دخپلو لويو ملګروعلامه استاد حبيبې ، علامه استاد رشاداو فاضل استاد رشتين سره يوځاى  ترسره كړه . استاد شاكريوه موده دايران دمشهد په پوهنتون كې هم دپښتوژبې  داستادۍ دنده ترسره كړې ده .اوهم ېې دپوهنتون تردندې دمخه دكا بل په حربې ښوونځي كې هم دپښتوژبې دتدريس چارې سرته رسولې دي . ښايې ډيرلږ خلك دافغانستان په لوستي پښت كې سړې ومومې چې داستاد شاكرله نامه سره به اشنا نه وي ، هرهغه چا چې دښوونځي په دوره كې پښتو ژبه او ددغې ژبې ادبې فنون (بديع اوبيان ) لوستې وي ، هغه له دغه نامه سره په تمامه مانا اشنا دي ، په دې چې د استاد شاكردغه كتاب لسيزې لسيزې دافغانستان په ښوونځيوكې تدريسې كتاب و . په دغه كتا ب باندې داستاد نوم ( نوراحمد شاكر دادبياتوليسانسه ) نه يوازې زده كوونكي دده له پاره هڅول چې دوى بايد دغه درسي كتاب ولولي بلكې ددې له پاره يې هم هڅول چې دوى هم بايد لوړې زده كړې ترسره كړې اوبايد ليسانسه شي . زما ښه په ياد دي ، چې زه په شپږم ټولګي كې وم . زما اكا (شهيد محمدهاشم خان سرمعلم )  په يوولسم ټولګې كې ود استاد شاكر (بديع اوبيان ) كتاب ېې لوست ، زه دليسانسه په مانا نه پوهيدم ، له خپله تره مې پوښته وكړه ، چې ددې مانا څه ده ؟ ده راته وويل چا چې پوهنتون لوستې وي ، هغه ته ليسانسه وايي ... له هم هغه وخته داستاد شاكر نوم زما په ذهن كې خپل ځاى نيولى و، ترڅو چې يوه ورځ  زه هم پوهنتون ته راغلم ،دپښتوڅانګې زده كوونكي شوم ، په مهال ويش كې مې په هماعه نامه سترګې ولګيدې چې كلونه مخكې مې داستاد دكتاب په دوتنه لګيدلې وې ... شاكر ... هواستاد شاكر... هماغه آشنا نوم ...هماغه دادبياتوليسانسه ... استاد شاكر مى استاد شو، اوهم هغه مضمون چې ده كتاب پرې ليكلې و، دهغه تدريس يې راته كاوه ، مهرباني ، موسكا ، اوپه عين حال كې يوسپيڅلى صميميت تل له ده سره ملګري وو. داكه دشاګردۍ په دوره كې وو اوكه كله چې په يوه څانګه كې سره همكاران شوو.  استاد شاكرديوې مودې له پاره په ژبپوهنه كې هم دپښتوڅانګې ملتيا وكړه، په دغه برخه كې   (ژبنۍ څيړنې ) زموږ له پاره دڅيړنو لارښود شوې. استادپه هغو نويوڅيړنوكې چې دافغانستان دژبو اولهجوپه اړه ترسره شوې وې هم برخه واخيسته . داچې زمانې اودهغې دغميزو څيره ، اړخ  اوتګلوري دهرې ورځې په تيريدو سره تياره تياره كيدل ،اوروڼ اندو ته يې دخپل هيواد غيږه سور اوركړې وه اوهرچاغوښتل چې يوڅوورځې دوژنو اوبدمرغيو له ټيل ماټيل څخه ځان په يوه خوا كړي ،استاد شاكرهم په همدغه نيت  د اويايموكالوپه پاى كې لومړى هند ته اوله هغه وروسته كاناډا ته رامهاجرشو، مهاجرت لكه څنګه چې ديوه چا اويوه ملت ، ملااوغرور دواړه ورماتوي ، په همدې شان ېې داستاد شاكر صميمي موسكا اوخوشاله صميمت په درد اورنځ واړول .اوږده موده دناروغۍ په بستركې ولويد . ترڅوچې يې دجنورې په (۱۲) دكاناډا په تورنتوكې له دغې نړې څخه سترګې پټي كړې اوجنازه يې نن دجنوري په (۱۴ ) په غه ښاركې دكورنۍ اواوسيدونكو افغانانو له خوا خاورو ته وسپارل شوه : داستاد ياد دې تلپاتې اوځاى يې فردوس جنتونه   ( پروفيسر عبدالخالق رشيد) دخوشال فرهنګي ټولني لارښودې شورا  ",پوهندوى نور احمد شاكر په پردېسۍ کي ومړ 846,," افغان چارواکو ويلى چې د افغان حاجيانو لومړۍ ډله به نن مازديګر د څلورنيمو بجو په شاو خوا کې د افغان اريانا الوتکې په ذريعه کابل ته راورسيږى . د حج وزارت دافغان حاجيانو له خپلوانو څخه غوشتنه کړى چې د هرکلى له پاره دې د کابل هوايى ډګر ته نه ورځى او د عيدګاه په جومات کې دې له خپلو حاجيانو څخه هرکلى وکړى . په نننۍ الوتنه کې به ٢٣٠ تنه حاجيان کابل ته راورسيږى . سږ کال ٢٥٠٠٠ افغانان د حج دفريضې د اداکولو له پاره سعودى عربستان ته تللى وو . همداشان افغان چاراکو ويلى چې د منا په پېښه کې ١٠ تنه افغان حاجيان وژل شوى دى ، چې جنازې به يې په عربستان کې خاورو ته وسپارل شى . له دې وړاندې يو شميرافغانان په خپل مرګ هم په حق رسيدلى دى . د منا په پېښه کې کابو ٣٤٥ تنه حاجيان په حق رسيدلى دى . د يوې ودانۍ د نړيدو له کبله هم څو ورځې وړاندې ٧٦ تنه حاجيان مړه او ٦٢ تنه ټپيان شوى وو . ",د افغان حاجيانو لومړۍ ډله به نن کابل ته راورسيږى 847,کابل," د سرپل ولايت د کوهستاناتوولسوالى د غولدار په کلى کې ١٣ تنه د غره د يوې برخې د ښوئيدو له کبله مړه او يو شمير ټپيان شوى دى . ددغې پېښې له امله ٥ کورونه هم ويجاړ شوى دى .يو ماښوم ژغورل شوى دى ، دسيمې اوسيدونکى له دولت څخه ګيله من دى چې دولتى چارواکو ورسره هيڅ ډول مرسته او لاس نيوى نه دى کړى . ",په سرپل کې ١٣ تنه وژل شوى دى 848,حقمل," د نړيوالو خبرى رسنيو د خبر له مخې د اعراق او ايران په ګډه پوله کې عراقى ځايى پوليسو ٧٧ تنه افغانان په دې تور چې د ايران له خاورې څخه په غير قانونى توګه عراق ته اوښتى دى ، نيولى او بنديان کړى دى . ويل کيږى دا لومړۍ ډله افغانان نه دى چې د عراقى پوليسو له خوا نيول کيږى ، له دې نه وړاندى هم يو شمير افغانان نيول شوى دى .دغه ډله افغانان به له ٦ مياشتو بند وروسته افغانستان ته وليږدول شى .په ايران کې يو شمير افغان کډوال ژوند کوى . افغان چارواکو په دې اړوند تراوسه په رسمى توګه څه نه دى ويلى . ",٧٧ تنه افغانان عراقى پوليسوبنديان کړى دى . 849,حقمل," د لوړو زده کړو وزير حسن يار وايى چې د افغانستان د لوړو زده کړو له موسساتواو پوهنتنونو څخه به د ٢٣ نجونو په ګډون ٦٠ تنه غوره محصلين د يوې مياشتې له پاره د کمپيوټر د زده کړې په موخه نن جرمنى ته روان شى . تير کال هم٤٠ تنه افغان محصلان جرمنى ته تللى وو . د داډول سفرونو لګښت د جرمنى هېواد ورکوى . ",٦٠ غوره افغان محصلين نن جرمنى ته ځي . 850,حقمل," د کويټ ٧٧ کلن امير شيخ جابر الاحمد آل صباح په حق رسيدلى دى . دامير د مړينې له امله د نفتو په دغه شتمن کوچنى هېواد کې ٤٠ ورځى ملى وير او درى ورځى رخصتى اعلان شوې ده . ويل شوى له ٢٠٠١کال څخه را په ديخوا دغه اميريو څه ناروغه وو. ",د کويټ امير په حق رسيدلى دى . 851,حقمل," د عراق د پخوانى ديکتاتور صدام د محاکمې مشر قاضى رزګار امين له خپلې دندې استعفا کړې ده . ددغه قاضى استعفا لا تر اوسه نه ده منل شوى او هڅه کيږى چې دغه قاضى له خپلې غوښتنې څخه بيرته لاس په سر شي . ",د صدام د محاکمې مشر قاضى استعفا وکړه. 852,," په عراق کې القاعدې ادعا کړې چې د موصل په ښار کې يې يوه امريکايى چورلکه راغورځولې چې دواړه پيلوټان يې وژل شوى دى . القاعدې دغه خبر په يوه ويب پاڼه کې خپور کړى دى . يوه اونۍ وړاندې دتلعفر ښار ته نيږدې د يوې بلې امريکايى چورلکې د رالويدو له امله ٨ امريکايان وژل شوى وو .امريکايى فوځ ويلى چې په دې هکله يې پلټنې پيل کړى دى .دوى منلې چې دوه تنه پيلوټان يې د جمعې په ورځ د موصل په ښار کې د يوې چورلکې د چاوديدو له امله وژل شوى دى . ",القاعدې په عراق کې امريکايې چورلکه ويشتلى . 853,,"   دولسمشر کرزي دمطبوعاتي دفتر له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر دکویت هیواد دامیر شیخ جابر الاحمد ال صباح په مړینه چې نن سهار د٧٧ کالو په عمر ومړ غمرازي ښوولې او ددغه هیواد شاهي کورنۍ ته یې تسلیت وړاندې کړی. ولسمشر دجهاد پر مهال دکویت هیواد دمرستو نه چې دافغانستان له مجاهدینو سره یې کړي په خبر پاڼه کې یې مننه کړې. ",کرزی دکویت دامیر په مړینه خفه شوی. 854,,"   دتاجکستان وتلې، ښکلې او زړه راښکونکي غږ لرونکې سندرغاړې منیژه دولت وا تیره ورځ کابل ته رارسیدلې او کابلیانو ته په یوه کنسرټ کې ښایي څرگنده شي. پخوا داسې وه چې منیژه به دلوی اختر په ورځو کې کابل ته له څو نورو سندرغاړو سره راشي خو په کابل کې دتاجکستان سفارت دنوموړي نه راتگ دمنیژې ناروغي ښوولې وه. خو له کابله په خپرو شویو ورځپاڼو کې دمنیژې نه راتگ داهم ښوول شوی چې ورته دوژنې گواښونه شوي. منیژه تکړه طاجکه سندرغاړې ده او ښکلې څېرې یې زیات ځوانان ځان ته دپام وړ گرځولي. ",دتاجکستان وتلې او ښکلې سندرغاړې کابل ته راغلې. 855,," د کندهار ښار د پنحمې ناحيې اړوند سيمه دوه لاره کې درنده چاودنه شوې ده . چاودنه پر داسې مهال کې شوې ده چې د ايتلافي ځواکونويو شمير ګاډي له دغې لارې څخه دتيريد و په حال کې وو. ويل کيږي په دغه چاودنه کې عام وګړواو اييتلافى ځواکونو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده . دکورنيو چارو يو وياند د يو ملکي وګړى مړينه منلې ،خو عينى شاهدان د پنځوتنو کاناډايي سرتيرو او ١٢ تنو غير فوځى افغانانو دوژنې او ژوبلې د سترګو ليدلۍ حال وايى . په کندهار کې د روغتون يو داکتر بېنوا ته وويل ددغې پېښې ١٠ تنه ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته ليږدول شوى دى . همداشان د پيښې ٢ وژل شوى کسان هم روغتون ته وړل شوى دى . يو امنيتى چارواکې چې د خپل نامه له ښودلو څخه يې ډډه وکړه بېنوا ته وويل دا يو ځانمرګۍ بريد وو چې د يوې بجې او څلويښت دقيقو په شاو خوا کې دکندهار په دوه لاره کې د کانادايې سرتيرو د موټرو په وړاندې رامنيځ ته شوى دى. په پېښه د بهرنيو ځواکونو يو موټر په بشپړه توگه ويجاړ او يو بل څه ناڅه ويجاړ شوى دى .د پيښې مسوليت طالب اورپکو پر غاړه اخيستى دى . ",په کندهار کې زوره وره چاودنه شوې ده . 856,,"   ائتلافي ځواکونو په خپرې کړې خبرپاڼه کې کاږلي چې یو امریکایي سرتیری تیره ورځ مازیگر دهلمند ولایت دگریشک په ولسوالۍ دچاودیدونکو مواد دچاودنې له امله ټپي شوی. خبرپاڼې د ټپي سرتیري روغتیایي حالت ښه ښوولی او پیښه هغه مهال رامنځته شوې چې کله چې دامریکایي ځواکونو کاروان دملي اردو دیوې اډې تر کتنې وروسته په شا راگرځېده. تیره ورځ په همدې ولسوالۍ کې یو ځانمرگی برید هم شوی وه. ",په هلمند کې یو امریکایي سرتیری ټپي شوی. 857,," د امريکا د کاليفورنيا پوليسو دلاس انجلس په بندر کې يو شورلټ موټر پيداکړى چې ٣٧ کاله د مخه د نيويارک د لويينزله سيمې څخه غلاشوى وو.ددغه موټر خاوند چې لا تر اسه ژوندى دى، دخپل موټرد بيرته پيدا کيدو له امله ډير خوشاله شوى دى . دغه موټر چې د کال ١٩٦٨ موډل دى ، په کال ١٩٦٩ کې غلا شوى وو .ويل کيږى موټر سويډن ته دليږد په موخه په يو کانټينر کې ځاى پرځاى شوى وو.پيدا شوى موټر لا همغسې نوى دى . ",له ٣٧ کلونو وروسته يو غلا شوى موټر پيداشو. 858,حقمل," د ايران ولسمشر محمود احمدى نژاد د يو دوه ورځنى سفر له پاره داونۍ په وروستيو کې د سوريې هېواد ته سفر کوى . په دغه سفر کې به احمدىنژاد د سوريې له و لسمشر بشار اسد او نورولوړپوړو چارواکو سره په دوه اړخيزواړيکو ، سيمه ايزواو نړيوالو مسايلو خبرې اترې وکړى . ايرانى مقاماتو ويلى چې دغه سفر د بشار اسد درسمى بلنې په ترځ کې ترسره کيږى . ",د ايران ولسمشر سوريې ته سفر کوى . 859,حقمل," د هندد فلمى نړۍ وتلى سينمايى لوبغاړى سلمان خان په محکمه د خپلې دوسيې داوږديدو په هکله شکايت کړى او د راجستان د جادپور په محکمه کې يې په تونده ژبه او غوسه له قاضى څخه غوښتنه کړى چې د حکم په اوريدو سره د ې د محاکمې پاى اعلان کړى . سلمان خان وايى که غواړى نو ما په دار وځړوى ، خو زه د دغى محاکمى له اږديد څخه ستومانه شوى يم، مهربانى وکړى دغه ماجرا ته د پاى ټکۍ کيږدى .دغه پيښه په ناڅاپى توګه په کال ١٩٩٦ کې هغه وخت رامينځ ته شوه چې کورته د ستنيدو پر مهال يې له دوو لارويانو سره چې د لارې په سر بيده وو ټکر وکړ. په دغه پيښه کې يو تن مړ شو. ",دوتلى سينمايى لوبغاړى سلمان خان شکايت اوغوسه 860,مصطفی امن,"  بيا جل وهلي تلوسې ستاد ديدن په وچو وچو ويالو څه سرګردانه او اوترې ګرځي بيا مي نظر د غم دمي ته راغی دسوؤ هيلو د ديدن د ارمان ، د تصور او سوچ اغزن بسترکی، دتورتمونو دښامار په لکۍ، سهار ته شپې تيروي٠٠٠ ",دښامارپه لکۍ 861,خادم کوچی," ١٣٨٤دورغومي مياشت ( خادم کوچى) داوسني اېران دپاړس(فارس) ياترکانواوتورکي نژاده خلکودژبه،ځان اوکام پالنې خبرې اوسنۍنه دي،دوىله ډېرپخواڅخه تل هڅه کړې ده چې سيمه،دسيمې هيوادونه اوژبې ترخپل ېرغليزاغېز لاندې راولي،دبشري ياوګړيزکرامت له مخې دسيمې دغه خلک دغه کارته نه دي تيارچې له خلکوڅخه څه واخلي اوخلکوته هغه څه ورکړي چې هغوى ورته اړتيالري،له بده مرغه دوى دتل له پاره يولوريزې هڅې کړې دي،هغه داچې دوى چې هرڅه کوي بايدچې نوروګړي يې هم وکړي!!! اودوى چې هرڅه وايي بايدچې نوروګړي يې ومني!!!ياپه لنډډول په خپل ټول ژوندکې دوى داسې چلندخپل کړى که دوى ووايي چې اوبه پورته ځي نورهم بايدووايي چې اوبه پورته ځي اوکه بيادوى ووايي چې اوبه ښکته ځي نوره وګړيزه نړۍيابشريت هم بايدووايي چې پرون اوبه کته تللې. دتاريخ په اوږدوکې دغوخلکودخپلوګټودلاسته راوړلو،ژبپالنې اونژادپالنې له پاره هره يوه شونې لاره خپله کړې ده،دخپلوهڅودپياوړتياله پاره ترډېره ځايه پورې انسان وژنې،دروغواوتېري ته وخت ورکول شوى دى،دسيمې،نړۍاووګړودوژلو،ځورولواونابودولوته روايتونه اولارې جوړې شوې دي،هغوى وژل شوي،ځورول شوي،دژبې،نژاداوشتمنيولوټونه ددغونژادپالوخلکوزوړدريځ،تاريخ اوچلنددى. دتاريخ په دغه ترخه اوکاواکه بهيراوسيمه کې پښتوژبه اوپښتانه هم دخپل نيمګړي يامړژواندي ژوندسېلوې اخلي،پاړسوژبه دنړۍله ټولوګوښواوکونجونوڅخه دخپل پنځون په لورورټوله شوې ده خوله بده مرغه چې په افغانستان کې ددغې ژبي درباري اونيستمن اغيزلاتراوسه پورې پياوړي په ځاى پاتې دى. دخبري سرچينو له مخې اورېدل کيږي چې دفغانستان مشران دکلتوروزارت په مشرۍدخلکو دکورونودوکانونواوکارځايونو په سر ليکل چې دوى لوحې ورته وايي جوړوي ياداچې ديوې ادارې له خوا ديوې ژبې په ګټه اړول کېږي ، موږ په خپلو تېرو ډېرو ليکنو کې په ډاګه کړې ده چې د افغانستان مشرتوب پښتو ژبې لوحې غورځولې دي او پرځاى يې نورې د بلې ژبې لوحې لګولې دي په خپلوتېروليکنوکې مودبېلګې په ډول ډېرې غورځول شوې لوحې يادې کړې دي. د اېرانيانواواېران خياله مشرانو نوې هڅې دادي چې په افغانستان کې دافغاني مشرانو د مشرتوب له تت،پيکه او ټيټ سيوري څخه لاندې دانګرېزي ژبې مخه په داسې يو نوم اوعنوان سره ډپ کړي چې ګواکې موږله خپلوارزښتونو څخه ساتنه کوو،دخپلوخلکوپه ټنډه باندې خپله ژبه ليکوياانځورکوو،ريښتياخبره خوداده چې اېرانيان يادپخواني فارس پاړسواونژادپالونکي مشران اوهغه شورويان چې پرون يې په سيمه کې دروسي ژبې دپراختياهڅې کولې په سيمه اوافغانستان کې دسورپوستکواوسپين پوستکوشته والي دومره په وېره،ډاراوتراګ کې اچولي دي،چې که ديوچاپه دروازه کې يوټکى انګرېزي ياکلينيک نوم وليدل شونودلېونيوپه څېربه دلوحې مخ داسې ورته تور،خيرن،ککړاوولړي لکه:پرون يې چې په اېران کې ددوى په مخ پورې خټې وروتپلې اوومښلې!!!. دا به وکتل شي چې له جنګي دريځ او سياسي شخړې سره سره په پرهنګى ( ف ) جګړه کې دلوېديځوالواواېرانيانوترمنځ په افغانستان کې جګړه کوم ځاى ته رسول کېږي اوداچې کوم لورى به يې و ګټي اوکوم لورى به يې وبايلي،دابه هم څرګنده شي چې دافغانستان مشران په سيمه کې پښتوژبې څومره لوحې لګوي،دغيرتي پښتنووړتيااوويده توب به هم جوت شي چې دوى هم دخپل کور،دوکان،کارخانې اوکتنځاى په وړاندې پښتوژبې لوحه لګولى شي؟؟؟اوڅومره؟؟؟. په افغانستان کې کلونه کلونه درباري حکومت چلونه اوداوسنۍدورې بې پروايي،بېباکي اوپښتو ژبې ته نه پاملرنه موږناهيلي کوي،په خراساني افغانستان کې دپښتوژبې اوپښتنو راتلونکى موږته ډېر تت،خيرن اوتياره ښکاره کېږي. زموږ سياسي مشرتوب ياپه اداروکې ناست دمزدورۍ اوکاروبارخلک،همدغه ډول زموږدټولنې ډېرکاروباري ژورنالسټان نه غواړي چې دپښتوژبې اوپښتنوله پاره دې کاروشي تردې پورې دهغوى د پښتونولۍدغږپه غلي کولواوچوپ اوسېدلوکې مرسته کوي،که يوپښتون نارې سورې وکړي چې پښتو ژبې لوحه غورځول کېږي ياستادخراساني افغانستان په ښوونځيواواداروکې له پښتوژبې سره توپيري چلندکېږي ياداچې له پښتو ژبي غوښتنليک سره ناوړه چلندکېږي زموږدټولنې دغه کاروباري خلک اوسوداګرژورنالسټان په بې شرمۍ سره ددوى په ويناثبوت اوسپينتنه ترې غواړي،دپښتوژبې اوپښتانه دپښتونپالنې ولوله اواوازبابېزه اوزېندۍکېږي. که زموږدټولنې بې پروا،ويده اوبېباکه غړي بياهم په خپله خبره ټينګارکوي اوغواړي چې په سيمه اوخراساني افغانستان کې دې له پښتوژبې سره بېباکي اوناخوالې ورته په ګوته شي نومهرباني دې وکړي لومړى دې تاريخ وګوري چې ولې کلونه کلونه زموږپه خلکواوخاوره باندې دربارراتپل شوى دى؟؟.ولې دسيمې په دېوان اودفتريوټکى پښتوژبه نشته؟؟.ولې په دغه ټوله سيمه کې يوه پښتوژبې لوحه نشته؟؟.ولې دخراساني افغانستان په اوسنيوټولوخپرونوکې پښتوژبې اوپښتنوته پوره ونډه نه ورکول کېږي؟؟. له همدې امله ده چې زموږ په هېواد کې به تل ستونزې راپيداکيږي،خراساني افغانستان اوسيمه به تل د يوناسورزخم په ډول وينه او وينه وي.   ",ايران په افغانستان کي د انګريزي ژبي مخنيوی کوي 862,ډاکترمحمدظاهر حاذق," او څه باید وسي؟ سیاستپوه او ټولنپوه ډاکترمحمدظاهر حاذق  - جرمني  د اوسنې وخت په یوه قطبي نړۍ کښي او د افغانستان په اوسنۍ واکدارۍ کي چي په حقیقت کي د توپکسالارانو واکدارۍ ده، ډېر افغانان د را تلونکې په برخه کي اندیښمن او شکمن دي او د تو نل په آخیر کي کومه روښنایي نه ورته په سترګو کیږي. که څه هم چي وروسته د طالیبانو دسقوط نه او په تېره بیا دبن دغونډي را هسي د نړۍ د هیوادونو پاملرنه و افغانستان ته په بیساري ډول زیاته سویده اوهم د امنیت په ټنکېدو کي ورسره د ناتو دسولي ساتي قواوي مرسته کوي او غواړي چي پدی کال کي د خپلو سرتېرو تعداد د ۹۰۰۰ نه و ۱۵۰۰۰ ته جګ کړي او د افغانستان دسهیلي ، ختیزو او لوېدیزو سیمو امنیت هم ټېنګ کړي، دبن دغونډي را هسي هر کال یوکنفراس د افغانستان سره د اقتصادي مر ستو او د امنیت د ټنکېدو ل لپاره جوړ سوی دی, داواري په نظر کي وه چي دا کنفرانس په کابل کي جوړ سي، خو د امنیتي ستونزو د کبله په لندن کي جوړیږي. د دی مرستو تر څنګه پداخل کي هم ځني کارونه سرته رسېدلي دي لکه دیو سیاسي چوکاټ جوړیدل : د بېړنۍ او داساسي قانون د لویو جرگو راوغوښتل، داساسي قانون جوړیدل او تصویبدل، د ولسمشرۍ او پارلمان ټاکني. په اقتصادي، روغتیايي، د زدکړي او روزني په برخه کي هم څه ناڅه کارونه سویدي، خو سربیره ددی ټولو لاس ته را وړونو نه ولس بیا هم ډېر ناراضه دی او شکایت يي لوړ دی. علت ددی شکایت او نه رضایتۍ څه دی؟ یا ني که دلته واقیعیت په نظر کي ونیسو او راساًولس ته مراجعه وکړو چي شکایت يي هره ورځ د مطبوعاتو او بیلو بیلولارونه اوریدل کیږي او دیوطرفه او وابسته مرجوع د پروپاګنډې نظر پوښتنو تر تاثیر لاندي را نسو. یو علت د ولس دشکایت او د نارضایتۍ روښانه دی ، هغه واوریدل چي په تېرو څلورو کلونو کي تر اته ملیارده ډالره نه زیات د هیواد سره مرسته وسول, خوپه عمل کي ډېر لږ څه و لېدل سول، ډېر افغانان سرپناه اوکار نلري، د غذا، دوا او د ژوند د نورو بنسټیزو ضروریتونو په برخه کي ډېري ستونزي لري. ددی کبله هغو ی شکایت لري او ددی له څنګه يي طبعاً انتظارات هم ډېر زیات دي ځکه چي هغوی دونیمي لسیزي ډېري خوارۍ او ستونزي ګاللي دي او ډېرو يي هرڅه د لاسه ور کړیدي، هغوی اوس غواړي چي بیرته عادي ژوند وګړي او غوښتني هم مشروع دي. ډېر افغانان پدی واقعیت هم ښه پو هیږي چي دا ټولي نیګړتیاوي په درو،څلورو کلونو کي نسي پوره کېدلی اوهم ورته معلومه ده چي د هیواد اقتصاد دسقوط په حالت کي کرار لري، خو بیاهم دسولي، امنیت او د هیواد د راتلونکي په برخه کي انديښمن دي،ځکه هغوی د جهاد په اوږدو کي دېر څه زده کړیدي، د هیواد داخلي او خارجي دښمنان يي ښه پژندلي دي چي هغوی سوله اوامنیت نه غواړي، همداسي کوم خنډونه چي په مخ کي پراته دي اوکومي سهوي چي پدي برخه کي سويدي، ورباندي کم او زیات پوهیږي. د امنیت او دولت دکارونوپه مخکي اصلاً دوه ډېر لوی خنډونه پراته دي،کوم چي دنورو ډېرو ستونزو درا پیداکېدوعلت ګرځېدلي او ګرځي، هغه امنیتي او اقتصادي ستونزي دي . د هغوی د ممکنه حل لپاره څو وړاندیزونه : اول_ د امنیت ټېنګول د ولس تر ټولولمړنۍ او دوامداره غوښنته ده چي د دولت او نړیوالي ټولنې نه يي لري. واقیعیت دا دی چي دولت دسولي ساتي قواوو په مر سته امنیت په نسبي ډول ټېنګ کړی دی، خوهغه ولس ته په هیڅ ډول دقناعت وړ نه دی،ځکه جنایت اود ترهګرو حملي ورځ په ورځ زیاتیږي، اداري فساد او رشوت خوري خپل اوج ته رسېدلي دي او د ولس د شکایت اوریدولو لپاره کومه اغیزمنه مرجع هم نسته. د امنیت دټنکېدو لپاره دېر مصارف سوي او کیږي، خوپدی څلورو کلونوکي دهغه لپاره یو بنسټیز اوږدمهاله پلان نه دپوځي اړخه اونه د سیاسي اړخه جوړ سوېدی، کوم چي د عملي او رواني نظره خاص ارزښت لري اودافغانستان لپاره حیاتي موضوع ده. د اوسنيو تدابیرو لویه برخه ورځني اولنډمهاله پروگرامونه جوړه وي. اوږد مهاله پروگرامونه يي د ملي اوردو او پولیسو روزنه ده، کوم چي دبده مرغه تر اوسه پوري يي نژدي نمايي برخه بشپړ سویده اوهغه هم ډېر نواقص لري، که څه هم په اول سرکي هم ما اوهم اوډېرو نورو افغانانو دولت ته وړانديزونه وکړل چي توپکیان دي یاټول بي وسلي سي اویادي دهغوی نه واقعي مجاهدین بیل او ورځني دي منظم ملیشه قطعات جوړکړل سي، خو د اردو ا وپولیسو سره باید ګډ نسي، ځکه هغوی دیسپلین نلري اویوشخص یا توپکسا لار ته وفاداره دي او د اردو او پولیسو په صفونو کي د نورو افرادو دیسپلین او مورال خرابه وي ... ورسته بیا ګوت نیوکي او اعتراضونه پردی بي بنسټه کار باندي زیات سول، خو څنګه چي ددولت قدرت د اوله سرنه بیا تر اوسه پوري اصلاً د توپکسالارانو په لاس کي وو او دی، نو داسي وړاندیزونو او اعتراضونو کوم ځای ونه نوی او نه بي و نیسي. پدی غلط کار کي دامریکا چارواکي هم لوي قصور لري چي خلاف د منطق او د یوي واقعي دموکراسي داصولونه يي توپکسالارا ن پر افغان ولس باندي تحمیل کړل او په توپکیانو يي د سرتېرو او پولیسو دریشۍ واغستلی. ترکومه وخته چي هغوی د ار دو او پولیسو په لیکو کي ځای ولري، همداحال به روان وي یاني بي امنتیي به وي، ولس به پر هغوی اعتماد نکوي او نه به سمه همکار ي ورسره وکوي، کوم چي د امنیت دټنګېدو لپاره ډېر اړین دي. داډول نواقص په هره برخه کي ډېر زیات دي، خو ترټولوی خنډ د امنیت ، بیا روغونې ا و نورو دولتي کارونه په مخکي بیا هم د غه توپکسالاران او توپکیان دي او تر هغه وخته پوري چي هغوی د دولت په ارگانونوکي موجود وي، همداسي به کارونه فلج اوهیڅ یو مشکل په اساسي ډول نه حل کیږي. ددې ستونزي د اساسي حل لپاره دا لاندي تدابیر اړین دي : ۱ - ملي اردو،ملي پولیس او‍ د دولت ارگانونه باید د توپکیانو، توپکسالارانو، رشوت خورو اوبي کفایتو مامورینو او کار کونکو نه پاکړل سي ( که څه هم چي په اوسنۍ وخت کي دري سره ځواکونه لکه اجرایه، قضایه اومقننه دهغوی په کنترول کي دي اوهر یوملي حرکت ناشوني ښکاري، خو ومولېدل چي د ولس په دوامدارو غوښتونواو کلک عزم سره یوازي پدي نژدي څو کلونو کي ډېرشیان چي ناشوني ښکاره کېدل، هغه شوني سول). ۲- د ولس ملا تړ بايد دټولنیزو او عیني واقعاتو پربنسټ ترلاسه کړل سي. ددی کارلپاره اړینه ده چي د مسلکي اوبا تجربه خلکو( سیاست پوهانو ، ټولن پوهانو ، روانشناسانو او حقوق پوهانو) ، په مرسته موثر پروگرامونه جوړ کړل سي اود دیني علیمانواو وطني باتجربه خلکو په مرسته پلي کړل سي. که چیري ولس مرسته وکړي،د افغاني ټولنې په تېره بیا دپښتنود ټولنیزو تشکیلاتو له مخي بیا د ترهګرو اود نورو جنایتکارو ډولو د لوبو لپاره ځای نور نه پاته کیږي. ۳ - د دولت په چوکاټ کي د یوخاص، مستقل اروگان جوړیدل اړین دی چی هغه په مستقیم ډول یوازي د ریس جمهور د اوامیرو تابع وي چي پوره صلاحیت ولري اودونورو مربوطه دایروسره په همکاری په ډېر موثر، فني اوعملي ډول دجنایتکارانو او اداری فساد سره مبارزه وکړي، دبیارغوني دکارونو لپاره لاره خلاصه کړي اوهمداسي د عدالت په پلي کېدومرسته وکړي. شاید ودی ته ورته کوم ارگان فعلاً هم موجود وي، خو خبره دهغه په خاصو تشکیلاتو، د پرسونلو په انتخابېدو، د وظایفوپه ټاکلو او عملي کولو کي ده. دا کار طبعاً نورو ډېرو توضحاتو ته ضرورت لري کوم چي ددی لنډي مقالي د چوکاټ نه زیاتیږي. ۴ - دامنیت موضوع که څه هم فعلاً ډېره لویه او مشکله ښکاري،خودحل لاره یي په عمومي ډول په یو معقول او موثر سیاست پوري اړه لري. داخلي سیاست به هغه وخت موفق وي چي و پورته درو وړاندیزونو ته مثبت جواب وویل سي. د خارجي سیاست دنده ده چي ځیني موثرتدابیر ونیسي، که رښتیا هغه غواړي چي په افغانستان کي دي امنیت ټېنګ او دموکراسي دي پلي سي ( پرکوم چي زه ډېر شک لرم ځکه هغه پر دی اوسنۍ لاره اوپردی اوسنۍ سیاست سره د هدف نه ډېر لري دی)، ددې هدف لپاره ضرور ده چي اول دافغانستان خپلواکي او د خاوري بشپړ توب په دایمي ډول یا اقلاً دډېرو کلونو لپاره دملگروملتونو او ناتو لخوا تضمین کړل سي(په اوسنۍ وخت کي د امریکا اوسولي ساتوقوا په موجودیت کي د ځینوګاونډیو هیوادونولخوا د افغانستان خاوره لاندی کیږي، په کوم کي چي د امریکا حکومت په مستقیم اوغیرمتقیم مسئولیت لري)، پدې ډول ډ ګاونډیو سمیزو استعمار چیانو طمعه قطع کیږي چي یوه ورځ به د افغانستان یوه ټوټه بیاجلا اویا به هغه په خپلو کي سره وويشي ، ددې کبله هغوی د افغانستان امنیت سبوتاژ وي، ترهګر روزي او افغانستان ته يي د تخریبکاریو لپاره استوي. دلته باید ملګري ملتونه ددغو حکومتونو سره چي ترهګر روزي اودافغانستان امنیت خرابوي ، جدې معامله وکړي اودهغوی و درواغو ویلو ته نور د پای ټکی کښیږ دي چي نه نور ترهګر وروزي او نه د افغانستان پداخلي چارو کي لاس وهنه وکړي. دحېرانتیا خبره داده چي ډېرو عادي افغانانوته په افغانستان او ګاونډیوهیوادونو کي دا راز معلوم دی چي ترهګر چيري او څوک يي روزي، خو د امریکا او غربي هیوادونو استخباراتو ته دي دا راز معلوم نه وي ؟؟؟ علت يي شاید داوي چي یاهغوی نه غواړي چي ځان خبرکړي اویا به البته هغوی ډېرد بیګناه افغانانو په تعقیب او او ځورولو اخته وي، کوم چي دخلکو دشکایت او خبري ر سنېولخوا په دوامدار ډول اوریدل کیږي او دهغوی پر بشري حقونه تېری کیږي، یاهغوي ناحقه په یوه یابله بهانه وژل کیږي اویا په کلونوپه زندانونوکي بیله د محکمي دحکم اویا کوم جرم داثبات نه ساتل کيږي او دومره ځورول کیږي لکه د دیکتاتوري او فاشستي رژیمونوپه زندانونو کي. ددی کبله شاید مسئول کسان و اصلي دندي ته یاني دترهګرو د پېداکېدو لپاره کافي وخت ونلری او په کار کي پاته راغلي دي. امریکايي سرتیري د افغانانود رسم او رواج، کلتور اومذهبي عاقایدو پرا نلري ، ولس ورنه دېر ناراضه اوپه عذاب دی اودبي ځایه شدت نه کار اخلي. طبعي ده چي ولس پداسي یوحالت کي ومرستي ته نه حاضریږي، پرهغوی اوپر دولت اعتماد نسي کولای . دادا سي یوه لویه اشتباه ده لکه روسي پوځیانو اوتېرو رژیمونوچي کوله. دا هم يو څرکند حقیقت دی چي ترهګر منظم جنایتکارگروپونه دي او په تصادفي ډول منځ ته نه راځي. هغوي په عمومي ډول د دولتونو لخوا یاني دهغوی د استخباراتو له خوامنځ ته راځي او روزل کیږي. نن ورځ ډېر څه پټ نه پاته کيږي، دا چي ولي د افغاني ترهگرو ځالي څوک نسي پیداکولای، وځانته ډېر سوالونه را پیداکوي ؟ پدی اړه څه موده مخکي کرزی صاحب هم په یوه مرکه کي وویل چي باید دترهګرو ځالي پیدا سي او له منځه یوړل سي. اصلاً بایدهمداسي وسي. پوښتنه داده چي څوک باید دا کار وکړي او څنګه؟؟؟ پدې ډول لکه په کنړ، باجوړ اونورو ځایونو کي چي بیګناه پښتانه په تېره بیا واړه او میر مني وژل کیږي ،دا خو يوه ډېره غیر موثره ، باطله او دنفرت نه ډکه لاره ده. هیله ده چي دپښتنو وژنو او ځورونو ته ډېر ژر خاتمه ورکړل سي او پر ځای يي دترهگرو اصلي ځالي پیدا او په نښه سي. زماوړاندیز دخارجي ځواکونو په برخه کي دادی که چیري سوله ساتي قواوي په ټول هیواد کي دامنیت واګي چاري پلاس کي واخلي او امریکايي قواوي په قطعاتو کي په سمبولیک ډول دخارجي خطر سره دمقابلي لپاره پاته سي، دا کار به دپورته وړاندیزونو په نظرکي نیولو سره موثر تمام سي، ځکه امریکايي قواووته افغانان او نړیوال په بده سترګه ګوري. امریکايي پوځیان پخپله د دوه کبله دبي امنتي سبب گرځي، دیوي خوا د هغوی دظلم او غیر انساني برخورد دکبله او بلي خوا ترهګر او ماجراجویان چي امریکاته دیو استعماري ځواک په سترګه گوري، چیري امریکايي پوځیان وي، هلته ځان ورسوي. مخکي يي زور په عراق کي وو، اوس په افغانستان کي هم دځان وژني او هلته ورته تکتیکونه کار اخلي. دترهگرو ماتي ديومعقول اوموثر سیاست اوښه روزل سوامنتي او جنايي پولیسو اواستخباراتو دلاری نه ډېره ممکنه ده نسبت وپوځي ډېر پرمصرفه او کم ثمره عملتاتونه. د امریکا د پوځي مرستي نه دهغي سیاسي او اقتصادي مرستي ډېري ګټوري او موثري تمامیږي. خو دیوي خوا د امریکا خود خوا چارواکوته قناعت ور کول ډېر مشکل کار دی او د بلي خوا داخلي مسلطه جګړه ماران نه پداسي کارونو پوهیږي او نه يي غواړي، ځکه هغوی خپله ګټه په جنګ او بي امنیتي کي ويني. د بادرکه مامورینو او افغانانو خبره څوک اوري نه. د امریکا د ولسمشر دمرستیال ښاغلي دیکچیني او دفاع وزیر ښاغلي رامسفلد روستي سفرونه و افغانستان او دسیمي نورو هیوادونو ته یوار بیا وښودل چي امریکايي چارواکي خپل داشتباه نه ډک سیاست نه نه تېريږي او بیاهم داسي کسان او چارواکي حمایه کوي چي سوله او امنیت په افغانستان او سیمه کي نه غواړي. دوهم - اقتصادي ستونزي دي چي دولت او ولس ورسره لاس په گریوان دی: كومي اقتصادي پروژي چي تر اوسه پوري د دولت لخوا په لوی بري سره ترسره سویدي، هغه يوه د نوي افغانۍ رواجول وه اوبله هم دکابل - کندهار دسړک جوړول وه( كه يي نواقص دلته په پام کي و نه نیول سي). افغانۍ که څه هم تر اوسه پوري تر لسو افغانیو نه زیات خپل ارزښټ د ډالر په مقابل کي دلا سه نه ور کړېدی، خویوه ډ ېره ګټوره پروژه وه چي هم يي په راکړه ورکړه کي ډېري آسانتیاوي را وستلي اوهم يي هر کال و ولس ته د سلګونو ملیونوډالرو په ارزښټ ګټه رسیږي ، په تېره بیا په اوسنۍ وخت کي چي د واریداتو کچه د صادراتو په پرتله ډېره لوړه ده، په بل عبارت کوم مالونه چي و افغانستان ته راځي هغه ارزانه تمامیږي. څو لنډ وړاندیزونه : ۱- د دی کبله زما وړاندیز د افغانستان دولت ته دادی چي د افغانۍ د ارزښټ د جګېدو لپاره د ټولو فني او رواني میتودونو او وسایلو نه کار واخلي. څنګه چي څرګنده ده، داسعارو ارزښټ تر ۲۰ فیصدو پوري په عېني شرایطو پوري تړلی دی او تر ۸۰ فیصدو پوري په رواني تاثیراتو او میتودونو پوري تړلی دی. که چیري دولت د لندن په راتلونکي کنفرانس کي د مرستو کونکوهیوادونو او نړیوال بانک په مرسته د داسي یو میکانیزم نه کار واخلي چي دمرستوکونکو پيسونه چي ډېري يي دقوي اسعارو په شکل ور کولي کیږي لکه ډالر، یرو او سترلنګ فونډ، چي دهغه نه د افغانۍ د ملاتړ( پشتواني) لپاره هم کار واخستل سي، ځکه پیسه ، پیسه ده چي د هري لاري نه و هیواد ته راځي، باید د افغانۍ پر قوي کېدو باندي مثبت تاثیرولري. د افغانۍ قوي کېدل په تېره بیا په اوس وخت کي د خلکودژوندد سطحي په لوړیدوباندي او هم دهیواد پر اقتصادي وده باندي مثبت تاثیر لرلی سي اوهم ترهغه نه ګټوره ده چي دخلکو د ژوند سطحه په مصنوعي ډول سره یاني د معاشونو په زیاتیدو سره پورته بیول کیږي.    پاته برخه په ((    بل  مخ    )) کي ولولی  ",دافغانستان ددولت کاروان چيري روان دی؟ 863,ډاکټر ظاهر حاذق - جرمني," د لومړي مخ په ادامه . . .ډاکټر ظاهر حاذق - جرمني  دمعاشونو جګول انفلاسون زیاته وي ، ځکه که چیري نن ورځ معاشونه یوفیصد زیاتیږي، په مقابل کي يي سبا دشیانوقیمتونه دوچنده او څوچنده زیاتیږی. پدي ډول هم مامورینوته اوهم ولس ته لوی تاوان رسیږي یاني د ژوند دسطحي دپورته کېدو پرځای هغه را کښته کیږي. د طالیبانو او توپکسالارانو د واکداري وختونه يي ښکاره بیلګي دي چي افغانۍ خپل ارزښټ بیخي دلاسه ورکړی وو اوپه آخرو ورځوکي اتیازره افغانیو یوازي یو امریکایي ډالرقیمت در لودی. ۲ - د خلکودژوندد سطحي د لوړیدو لپاره باید داسي تدابیر ونیول سي چي وکولای سي د عرضي او تقاضا توازن برابر او خلکوته د کار امکانات پیداکړي اوهم د ضروري قوانینود ژر جوړولو دلاري نه دخلکو په ورځني کارونو، راکړه ورکړ کي آسانتیا، روانتیا اوچټکوالي راولي (په تېرو څلورو کلونو کي باید ټول ضروري قوانین جوړ او یا اقلاً مسوده سوي وای، خوداکار هم د بده مرغه تر سره نسو. اوس چي پارلمان جوړسو، د هر قانون په جوړیدو او تېریدو باندي ډېر وخت ضایع کیږي) . بیله دضروري قوانینو دموجودیت نه کارونه سمه وده نسي کولای او د ډېرو خنډونوسره مخامخ کیږي . ۳ - په افغانستان کي اوس په کافي اندازه پانګه سته چي ډېره يي د نشیي موادو د قاچاقبرانو او توپکسالارانو په لاس کېده، هغه مړه سرمایه ده ، دهغي نه دسود، سلم او په احتکاري ډول د املاکو په برخه کي لکه ځمکه، باغ، دوکانو او تعمیرونو کي کار اخستل کیږي اود انفلاسون دزیاتېدو سبب گرځيدلی ده اوخلک يي د ډېرو ستونزو سره مخامخ کړیدي. دیوقانون په چوکات کي باید ددی کارمخنوي وسي او پرځای يي ملي تجارانو ته سمه لارښودنه وسي او هڅول سي چي شرکتونه جوړ کړي او وکولای سي چي د افغانانو داړتیا وړ کارخاني پکار واچوي. ددی لاري نه ډېرو افغانانو ته کار پېداکیږي او کرار کرار دخواراکي او مصرفي شیانو د واریدیدو حجم کمیږي، د داخلي خامو مواد و دصادریدو پرځای بايد دهغوی نه بشپړ سوي شیان د داخلي او خارجي مارکیټونو لپاره جوړسي. ۴ - افغانستان څنګه چي یو زراعتي هیواد دی، کرهني او د اوبو ذخیرو ته باید ډېره زیاته پاملرنه وسي، بزگرانو ته اصلاحي تخمونه اوپه ښه شرایطو قرضي ورکړل سي چي خپلي اړتیاوي په پوره کړي او دسود خورو د کړیو نه خلاص سي او د بدیلو یا الترناتیپو شیانو په رواجولوکي د صناعتي هیوادونو په مر سته سره ملاتړ او لارښودنه وسي چي پداخلي او خارجي مارکیټونوکي ښه قیمت ولري، لکه پنبه دپخواپشان، زاعفران، توره زیره، ګلان د اروپايي مارکیټونو لپاره او داسي نور ډېرشیان. ۵ - نشیي مواد لکه چرس او اپین و افغانانوته د سیاسي نظره یولوی درد سر او د اقتصادي ودی په مخکي یو لوی خنډگرځېدلي دي . د افغانستان حکومت اوهم نړیوال حکموتونه تر اوسه پوري پدي لاره کي پاته راغلي دي چي دلویو داخلي او خارجي قاچاقبرانو مخه ونیسي، ټول زور يي پر بزگرانودی، کوم چي د اوبو د کموالي ، قرضداريو، سود او سلم د کبله بله چاره نه نلري. دا کار هم غیر عادلانه او هم غیر منطقي دی، ددی کبله يي موثریت هم کم دی. زه پخپله د هر ډول نشیي موادو که دخانیات دي او که مسکرات دي مخالف یم، ځکه روغتیا ته د هغوی ضرر ثابت دی او په اسلام کي هم ددی کبله منع سویدي. خوزه د صناعتي هیوادونو د چارواکو منطق ته نه پوهیږم چي ځینو نشيي مواد لکه شرابو او سگریټو ته اجازه ور کوي چي ضرر يي دروغتیا لپاره د چرسو او اپینوپه پر تله ډېر زیات دی ( دملگروملتونود روغتایي موسسي دمعلوماتود مخي په نړۍ کي هر کال ۴ ملیونه انسانان د شرابو او ۵ ملیونه هم دسگریټو د کبله خپل ژوند د لاسه ور کوي) ، خو چرسو، اپینو او ځینو نورو ته بیا اجازه نه ور کوي . علت ددی کار څه دی؟؟؟ جواب یي ساده او آسانه دی : اول کوم نشیي مواد چي د صناعتي هیوادونو دلویو سرمایدارانوپه کنترول کي نه دي لکه چرس، اپین او نور هغه منع دي، ځکه هغوی ته يي ډېره ګټه نه رسیږي، دوهم ډېر چارواکي پخپله په شرابو او سگریټو اخته دي او دلویوسرمایدارانو د دیکتات له مخي کار کوي، د وجداني مشکلاتو دکبله د سالم قضاوت په برخه کي ستونزي لري، دریم زور واکي دولتونه د نشیي موادونه دیوي وسلي او وسیلي کار اخلي چي د افغانستان او د دریمي نړۍ دولتونه ترفشار لاندي وساتي او پداخلي چارو کي د لاس وهني موقع ترلاسه کړي. دحل لاره يي په اوسنیو ضیقو شرایطو کي زما له اند نه داده چي زه يي د ډېره وخته راهسي پلوي کوم او پدي ورستیو وختونو کي یوي خارجي موسسي هم یو داسي یو وړاندیز کړی وو چي د چرسو او اپینو کښت ته دي قانوني اجازه ور کړل سي. :خو ددی شرایطو د مخي اول - د چرسو او اپینو د کښت اجازه باید یوازي کچنیو دهقانانو ته ور کړل سي، دوهم - کښت او حاصیلات باید مستقیماً ددولت تر کنترول لاندي وي او راساً پرکمپنیو وپرولل سي، دریم - دولت باید دصناعتي هیوادونو د چارواکو او د دوا جوړولو د کمپنیو مالکانو سره په تفاهم اود یو قرار داد له مخي د هغوی د ضرورت په اندازه چرس او اپین ور کړي اوکه د کمپنیو د ضرورت نه زیاتیږي، هغه دي وسوځلول سي او مصرف دي و دهقانانو ته صناعتي هیوادو نه ور کړي. دامصرف نسبت ونورو امنیتي تدابیرو اود هغه ضرر ته ډېر کم دی او که کمپني په سم قیمت هغه را نیسي شاید نورو مصارفو ته ضرورت هم پاته نسي. دا حقیقت و ډېرو ته معلوم دی چي چرس او اپین د واړه د مسکینو دوا وو په جوړیدو کي دوي ډېري مهمي مادي دي، په تېره بیاد چرسو بوټی د پمبي د بوټی غوندي یو ډېر صنعتي بوټی هم دی چي ډول، ډول ټکران ځني جوړیددای سي، او دفضله موادو نه يي طبعي سره جوړیدای سي او یا د سونګ د موادو کار ځني اخستل کېدای سی. دچرسو بوټی په صنعت کي اصلاً د اپینو ډېر ښه بدیل کېدای هم سي. د اروپايي ټولنې ځني هیوادونه د چرسود بوټی د کښت لپاره خپلو دهقانانو ته سبستي هم ور کوي. څلورم - د غیر قانوني نشیي موادو دتولید اومصرف سره اوپه تېره بیا د داخلي او خارجي قاچاقبرانو سره په مو ثره ډول مبارزه وسي لکه چي پورته د امنیت په اړه توضحات ور کړل سول. ۶ - د اقتصادي چټکي ودي، دهیواد دصناعتي کېدو او د ژوند د اسانتیاو لپاره و انرژي ته ډېره اړتیا ده، د نفتو، غازو او د ډبري د سکرو ذخیري په افغانستان کي دومره ندي چي د ډېري مودي لپاره کفایت وکړي، اوهمداسي د ا ذخیري د نړۍ په سطحه هم په درو ، څلورو لسیزو کي مخ پر خلاصیدو دي اوقیمتونه يي هم ورځ په ورځ لوړیږي، د افغانو زور نه په رسیږي. معقوله دحل لاره يي اوږد مهال تدابیر دي لکه د اوبو، لمر، باد اود طبعي غاز انرژي چي د فضله موادو نه لاس ته راځي. دافغانستان رودونه او ویالي اکثره مساعدي دي چي ورځني برق تر لاسه سي. اوس ډېر کوچني توربینونه هم سته چي د کوچنیو ویالو د او بو نه هم برق تر لاسه کېدای سي چي دڅو کورونو او یایو کلي دبرق اړتیا ور پوره کړي، زما دمعلوماتو له مخي د لغمان په ولایت او ځینو نورو سیمو کي خلک دهغوی نه څه نا څه کار اخلي. د فني لار ښودنو او پوره پاملرني دلاري دا توربینونه ارزانه تر لاسه کېدای سي چي ډېر افغانان ورځني ګټه تر لاسه کړي. د اوبو ذخیري باید داسي جوړي سي چي هم د برق کار ور کړي اوهم پخپله ځان پاک کړل سي. د لمر د انرژي لپاره د ا فغانستان شرایط ډېر مساعد ي چي هم برق تولېد کړي اوهم دپخلي، گرمو اوبو او مرکزگرمۍ کار ځني واخستل ستی. دبرق لپاره د لمر ښیښو یا کولکتورونوته ضرورت دی، ځني نموني یي افغانانو د دوبی نه را وړي دي. په هغوي باندي هغه وخت د افغانانو وسه رسیږي چي هغه په هیواد کي تو لید کړل سي او یا اقلاً مونتاژ يي په افغانستان کي وسي . دا کار باید یا دولت پر غاړه واخلي او یا څو شرکتونه و هغه ته وهڅول سي او یا په دواړو داکارتر سره کړي چي په لویه پیمانه د لمر ښیښي جوړي کړي اوپر خلکوباندي يي په مناسب قیمت او قست خرڅي کړي. د پخلي د دیګدانو او گرمو اوبو کار ډېر اسانه دی، وروسته د دو درو ورځو د کورس نه عادي نجاران او فلیزکاران هم هغه جوړه ولای سي . یوازي ددی لاری نه و ډېرو خلکو ته کار پیدا کیږي،د پخلي کار ډېر اسانه کیږي، دسونګ دموادو پیسي سړی ته سپما کیږي او دچاپریال او هوا په پاکي ډېره مرسته کوي. لنډه داچي د الترناتپ انرژي ګټي ډېري دي ، هغه نه يواځي د ژوندپه ډېرو کارونو او کرهنه کي اسانتیاوي راولي اوهمداسي د چاپریال د پاره ډېره ګټوره تمامیږي . خبره دا ده چي مسئولو چارواکو ولي هغی ته تر اوسه پوري پوره پاملرنه نده کړی او یا يي نه کوي ؟؟؟ دولت او مطبوعات باید ددی انرژي په ګټو خلک خبر کړي او سر د اوس نه ورته ډېر تبلیغات ور کړي. دلمر د انرژي تخنیک په جاپان او المان کي ډېر پر مخ تللي دي او په چین کي هم اوس ورته پاملرنه سویده باید دګډکار لپاره ور سره خبري وسي. ۷ - نړیوالي مرستي باید په سالم ډول وکارل سي، ددی کار لپاره بايد دولت اول پخپل ځان کي دکار ظرفیت، اهلیت او اعتبار پیداکړي اود مرسته کونکو هیوادونه سره په تفاهم لنډ مهاله او اوږد مهاله اساسي اقتصادي پلانونه جوړ کړي. د انجوګانو سره دښمني کومه ګټه نه رسوي، تاوان يي زیات دی، دمرسته کونکوهیوادونو د پالیسي نه د بي خبري او دملي ګټو سره د بي پروایي مانا لري. ۸ - د کارونو د ډېري چټکتیا، اسانتیا او سپما لپاره ډېره اړینه ده چي په دولتي دایروکي کارونه کمپوټري سي، کوم چي ډېر يي تر اوسه پوري په لاس او زاړه سستم سره تر سره کيږي او ډېر وخت ضایع کوي، د بیلګي په توګه که یو سړی د یو کور یادوکان د سودا کوي اویا د کوم دولتي مقام سره كومه معامله كوي، باید پر شلو دفترونو وگرځي او دهغوی نه سند تر لاسه کړي چي پر دی ملک نور څوک دعوی نلري او یا داسړی قرضداره ندی اویا کوم جرم نلری. دداسي یوعادي کار د خلاصیدو لپاره باید سړی اوس هفتي او میاشتي ضایع کړي او وروسته له ډېر رشوت ورکولو نه هغه سرته رسیږي، که چیري ددې کارو لپاره د ولایتونواو هيواد په سطحه یو کمپیوټري مرکز یا دفتر جوړ سي، نوبیا دا سي معلومات په دو درو دقیقو کي تر لاسه کېدای سي، دخلکو وخت به ډېر نه ضایع کیږي اوهم به پداسي کارونو کي د رشوت اخستلو امکانات ډېر کم سي، خو د رشوت سره د مبارزي موثري لاري نوري دي،که څوک يي وغواړي. ددی ګټو اواسانتیاوو له څنګه کمپیوټر یا کمپیوټري پروګرامونه نوري هم ډېري ګټي لري او افغاني ځوانان اوانجوني اوس په ډېره مینه سره د کمپیوټر او انگلیسي ژبي په زده کړه بوخت دي، دولت ته پکاره ده چي ددغو ځوانانو نه هم په دوایرو کي کار واخلي او هم هغوی ته مسلکي زدکړه د کمپیوټر دپروگرامونو په برخه کي ور کړي او د یومسلکي با تجربه گروپ لخوا ورته دوامداره لارښودنه وسي چي کمپیوټري پروگرامونه هم دافغانانود ضرورت لپاره او هم د تجارت لپاره جوړ کړي. ددی لاري نه هم ډېرو افغانانو ته کار پیداکیږي او هم یوه ورځ یو مهم صادراتي قلم جوړه ولای سي لکه هند چي په کال کي د سلګونو ملیونو ډالرو عاید د کمپیوټرد پروگرامونو د خرڅلاو د لاري نه تر لا سه کوي. دا حقیقت باید همیشه په پام کي ولرو، امریکا او صناعتي هیوادو نونه چي د آزاد بازار او دموکراسي سیستمونه د دریمي نړۍ هیوادو نوته د یو مذهب غوندي تبلیغوی او دیکتي کوي، خو په عمل کي هغوی پخپله د دی سیستمونو د اصولو نه سرغړونه كوي، خپل بازارونو دپر مختللو هیوادو نو پرمخه تړي یا لوړه مالیه او محصول پر لگوي یا يوازي يوه محدوده آندازه مالونه پریږدي، خپل دهقانان او کمپنی د آزادي سیالي نه دلوړو سبستیو، امتیازاتو او بندیزونو دلاري ساتي او په مقابل کي بیا پر مختللو هیوادو نو فشار اچوی چي خپلي دروازي د صناعتي هیوادونو دمالونو پرمخ همیشه خلاصي وساتي، محصول کم کړي اود خپلو کروندګرو او کمپنیو سره سبستي مر سته ونکړي اوهمداسي د ډېړو غریبوخلکو سره چي بله هغه هیڅ چاره نلري. پولي او اسعاري سیستم يي یوطرفه، احتکاري، انحصاري اویو ډېر غیرعادلانه سیستم دی او هر کال د دی لاری نه و وروسته پاته هیوادونو ته په ملیاردونو ډالره تاوان رسیږي او د ودي مخه يي نیسي. دا او نوري ډېري وسیلي چي صناعتي هیوادونه يي د روسته پاته هیوادونو پرضد کاره وي ، دآزاد بازار داصولو سره مغایریت لري. که چیري سړی دا اصل په نظر کي و نیسي چي سیالي با یدد همسویه کمپنیوترمنځ وسي، یاني کچني کسب کاران او کمپني پخپل منځ کي ، میانځنۍ او لوی کمپني هره ډله و ځانته سره سیالي وکړي، لا نوره هم ډېره بي عدالتي څرګندیږي . خو صناعتي هیوادو نه د زور، دیکتات او چاچلندیو نه کار اخلي، نړیوال بانک په تیره بیا نړیوال صندوق د هغوی د نوي استثمار آلي دي. افغانستان او نورو وروسته پاته هیوادونو ته ډېره نرۍ لاره پاته کیږي چي د هغی نه په ډېر مهارت او احتیاط سره دخپلو ملي ګټو لپاره کار واخلي. د موکراسۍ داستان هم د آزاد بازار داستان ته ورته دی. اول یوه واقعي دموکراسي د نړۍ په هیڅ یو هیواد کي نسته، هغه يو نسبي حالت او پروسه ده او د اقتصادي او سیاسي شرایطو تابع ده . په غربي هیوادونو کي چي د ژوند اقتصادي سطحه لوړه ده، د دموکراسي معیارونه یو څه زیات په پام کي نیول کیږي، خود سپتمبر دواقعي نه وروسته او د لویو سرمایدارانو لخوا په لویو ګامونوسره د دیکتاتوری او بي عدالتي خواته راوانه ده، په افغانستان او د دریمي نړۍ په هیوادونو کي د دموکراسي يوازي نوم پاته دی، د فغانستان آخري پارلماني ټاکني يي یوه ښکاره بیلګه ده چي جعلي ترین او کاذبي ترین انتخابات وه. ددی پارلمان او ددی دموکراسۍ نه به ولس څه انتظار ولري او څه ګټه ورته لري؟؟؟ په یو هیوادکي چي دجنګ بیړني حالت روان وي او هلته هر څه د بیګانه ځواکونو په کنترول وي او دهغوی ددیکتات له مخي کار کیږي، هلته ټولټاکني او دموکراسي هسي د زو رولو دغولولو لوبي دي، د ولس لپاره کوم مفهوم او ګټه نلري. په اوسنۍ نړۍ کي موږ ددی شاهدان یو چي ډېر وختونه د انتخابي او غیر انتخابي دیکتاتورانو تر منځ توپیریو مشکل کار دی، ځکه اول ټوله د دموکراسي دعوی لري ، دوهم دواړي ډلي د بشری حقوقونو اود دموکراسي د اصولو پرا نلري، په افغانستان او عراق کي د امریکا فوځیانو دجنایت او دروسي فوځیانو د جنایت سره په افغانستان او چیچنیاکي چندان توپیرنلري او هم يي په اهدافو کي کوم توپیر نه لېدل کیږي، هغه استثماري، استعماري او امپریالستي دي، حتاپه الفاظو اوعمل کي هم چندان توپیر نسته. نتیجه دا چي نن ورځ د ا نتخابي او غیر انتخابي دیکتاتورانو ترمنځ چندان توپیر نسته ، خبره د زور او زرو ده ، څوک چي هغه لري، حق هم لري او څوک چي هغه نلري، حق هم نلری او پر ناحقه دی. حقیقت د بده مرغه دومره ساده دی ، خوهغومره درد ونکۍ دی. یوسړی اویا یوحکومت یوازي په ټاکلو سره دموکرات کېدای نسي ، کوم چي نن ورځ په عامه ډول انتخابات يوازي دموکراسي ګڼل کیږي. دموکراسي وځانته نور ډېر اصول او شرایط لري اوباید په رښتیني ډول دبنسټیزو او بشري حقونو درناوی پکښي وسي. پرته لدینه دموکراسي او ټولټاکني کوم مفهوم نلری، هغه د زوره ورو او تقلب کارانو د غولولو یوه آله گرځي. د افغانانو اود نړۍ د ډېرو انسانانو مشکل د همدی ځایه را شروع کیږي چي نه په افغانستان او نه په نړۍ کي یوه واقعي دموکراسي سته. خو په هیله يي باید اوسو خپلي هلي ځلي بایدپر دی لاري کي جاري وساتوچي یوه ورځ دخدای پاک په مرسته ديوي واقعیي ولسواکۍ یا دموکراسۍ خاوندان سو. دافغان ولس دیوالي، بري اوسوکالۍ په هیله .     ", دافغانستان ددولت کاروان چيري روان دی؟ او . . . 864,حقمل," افغان ولسمشر حامد کرزىد ملا عبدالصمد خاکسار وژنه چې د شنبې په ورځ په کندهار کې د ناپيږانده وسله واله کسانو لخوا په ډزو کې ووژل شو غندلې او ځايى چارواکو ته يې لارښونه کړې چې قاتلين يې ژر ترژره ونيسى . طالب اورپکو ددغې وژنه پړه پر غاړه اخيستې ده . ملا خاکسار د طالبانو د رژيم پر مهال د کورنيو چارو زارت مرستيال وو چې وروسته له دولت سره يو ځاى شو .کرزى د ملا خاکسار له کورنۍ سره غمرازى ښودلې او په دې اړوند يې د تسليت مراتب وړاندې کړى دى .د ملاخاکسار جنازه پر داسې حال کې چې يو شمير دولتى چارواکوحاضروو نن په کندهار کې خاورو ته وسپارل شوه . پوليسو د پېښې په اړوند تر اوسه څوک نه دى نيولى او وايى په دې هکله يې پلټنې پيل کړى دى.ملا خاکسارد کندهار اوسيدونکى او ٤٠ کاله عمردرلود اود پنځو اولادونو پلار وو.کرزى دغه وژنه يو ترخګرى عمل بللى دى. ",کرزى د ملا خاکسار وژنه غندلې . 865,," افغان سرحدى پوليسو د ننګرهار د خوګيانيو د تورمې په کلى کې د يوې وسله والې نيښتې په ترځ کې د هيروئينو يوه کوچنۍ کارخانه له منځه وړې ده . د پوليسو يو چاراکي وويل د کارخانې خاوند او دوه تنه کارکونکى يې هم نيولى دى. له دغه کارخانې څخه پوليسو ٢٨ کيلو ګرامه هيروئين ،٥ کيلو ګرامه ترياک او يوشمير سپکه وسله هم ترلاسه کړې ده . ",د هيروئينويوه کارخانه په ننګرهار کې ويجاړه شوې 866,," ناپيږانده وسله والو کسانو د هلمند د نوزاد او ګرشک په ولسواليو کې د شپې په اوږدو کې ٣ ښونځيو ته اور اچولۍ دى . د هلمند دولتى چارواکو ويلى په دغو جلا پېښو کې ډير درسى کتابونه له منځه تللى او ډير زيان يې ښونځيو ته اړولى دى . په دې اړوند څوک د پوليسو له خوا نه دى نيول شوى . ",د هلمند ولايت کې ٣ ښونځى سوځول شوى دى 867,," د نړيوالو خبرى رسنيو د رپوټونو له مخې په پاکستان کې د امريکا ضد يو شمير غټ او کوچنې لاريونونونه تر سره شوى دى . تر ټولو ستر لاريون د کراچې په ښار کې وو. په اسلام اباد کې هم لاريون شوى او لاريون کونکو د امريکا پر ضد چيغې وهلې او شعارونه يې ورکول. دوى غوښتنه کوله چې امريکا دې بايد دباجوړ ايجنسىد قبايلى سيمې د خونړۍ پېښې په اړوند په رسمى توګه له پاکستان څخه بخښنه وغواړى . همداشان لاريون کونکو د خپل هېواد له مشرانو څخه غوښتنه درلوده چې له امريکايى چارواکو او مشرانو سره دې له کتنو او خبرو ډډه وکړى .په دغه خونړى بريدونو او چاودنو کې د ماشومانو او ښځو په شمول له شلو څخه زيات کسان وژل شوى وو.پاکسان هم ددغو بريدونو غندنه کړې او وايى په دې اړوند يې پلټنې پيل کړى دى. ",په پاکستان کې د امريکا ضد لاريونونه تر سره شوى . 868,حقمل," کاناډايې لوړپوړو چارواکو منلې چې د قندهار په ځانمرګې بريد کې چې پرون له غرمې وروسته د کندهار شار په دوه لاره کې د کانادايى ځواکونو د کاروان پر وړاندې تر سره شو يو لوړ پوړى کاناډايى ديپلومات ګرين بيليرى وژل شوى او ٣ تنه کاناډايى سرتيرى ټپيان شوى دى . طالب اورپکو ددغه بريد پړه پر غاړه اخيستى ده . په دغه زوره ور بريد کې ٢ تنه ملکى وګړى وژل شوى او ١٠ تنه نور ټپيان شوى دى . کانډا اوس مهال په افغانستان کې ٦٥٠ سرتيرى لري او تر اوسه يې ٩ سرتيرى په افغانستان کې وژل شوى دى . د کاناډا هېواد په پام کې لري د خپلو ځواکونو شمير ٢٠٠٠ تنو ته په افغانستان کې لوړ کړى . ",يوکانادايى ديپلومات د کندهار په بريد کې وژل شوى 869,حقمل," ټاکل شوې وه چې نن د ايران په پلازمينه تهران کې د دريو گاونډيو ،افغانستان ، تاجکستان او ايران د ولسمشرانو درى اړخيزه ناسته جوړه شوې واى .ايرانى چارواکو ويلى وو چې دغې غونډې ته به د تاجکستان ولسمشر امام على رحمانوف نن تهران ته ورسيږي . ټاکل شوې وه چې افغان لسمشر حامد کرزى به هم نن ايران ته سفر وکړى . د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلى چې د کرزى سفر د خرابى هوااو يو شمير تخنيکى دلايلو پر وجه د اوس له پاره ځنډيدلۍ دى اود راتلونکې سفر د نيټې په اړوند د ايرانى چارواکو سره خبرى روانې دى .ټاکل شې وه په دغه ناسته کې د اقتصادى فرهنګى اړيکو دپراختيا او ودې او يو شمير نورودرى اړخيزو اړ يکو په هکله خبرى تر سره شوې واى . ",د ٣ مشرانو درى اړخيزه ناسته په تهران کې و نه شوه 870,حقمل," په ترکمنستان کې د نيازوف دولت د خپل ولس د سوکالى په اړوند د وړيا ګاز،بريښنا ،اوبو او مالګې کچه د تير کال په پرتله ډيره کړې ده اوپه ٢٠٠٦کال کې به ٤ ميليارده متر مکعبه ګاز او ٢ اعشاريه ٣ ميليارده کيلو واټه بريښنا پر وړيا توګه پر خلکو وويشى .د عشق اباد دولت سږ کال پر خپل ولس د وړيااوبو او مالګې ويش هم پيل کړى دى او وايې چې د ولس د سوکالۍ دا ډول پروګرام به تر ٢٠٢٠ کال پورې دوام ومومى . ترکمنستان د طبيعى ګاز شتمنې زيرمې لري .دولت ويلى چې هر کال به دا کچه لوړيږى . ",د ترکمنستان د خلکو د سوکالۍلارې چارې 871,حقمل," په بيت المقدس کې د هداسا روغتون وياند د يکشنبې په ورځ وويل چې د اسرائيلو لومړى وزير اريل شارون له تراوسه په هوش نه دى راغلى . د شارون وضعيت کړکيچن بلل شوى او تراوسه بيسده دى .شارون ١١ ورځې وړاندې د يو ې مغزې سکتې له مخې تراوسه په روغتون کې بيسده پروت دى او ډاکتران غواړى چې د ورميږه په شا کې د يو غار له مخې ورته د تنفس يو نل ليکه تيره کړى. ",اريل شارون لا بيسده دى . 872,حقمل," د افغانستان د جنوبى سالنګ د کول باقى په سيمه کې ٢٠ کيلومتره لار د واورې د ښوئيدو له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوى او څه نا څه د ١٢ موټرو سورلۍ په دغه سيمه کې بند پاتې دى . د ژغورنې عمليات په بيړه سره روان دى او تر اوسه د ٣٠٣ موټر سپرلى ژغورل شوى دى . د مرګ او ژوبلې په اړوند تراوسه څه نه دى ويل شوى او ددغې لارې د ساتنې او څارنې يو چارواکې په ټلفون کې بينوا ته وويل وچې د تيرې شپې په ترڅ کې د سختو اورښتونو له کبله په جنوبى سالنګ کې ٢١ ځلې واورې کوچ کړى دى . دغه چارواکې د واورى د پاوکونې د پوره وسايلو د کموالى او نشتوالى له کبله شکايت درلود او وايى چې دولت ددوى په واک کې د پام وړ وسايل نه دى ورکړى او دوى په دې برخه کې له ستونزو سره مخامخ دى . همدا شان د وروستيو اوروښتونو له کبله د سمنګانو د دره صوف لاره او د باميانو د حاجى ګک لاره او په بدخشان کې د يو شمير ولسواليو ترمينځ لارې د ترافيکو پر مخ تړل شوى دى. ",١٢ موټر د واورې په کوچ کې بند پاتې دى . 873,," د کويټ د پخوانى امير شيخ جابر الا حمد الجابر الصباح له مړينې وروسته د الصبا کورنې د کويټ نوى امير شيخ سعد العبد الله السالم الصباح وټاکه . د الصبا کورنۍ ٢٥٠ کاله د کويټ کوچنى خو د نفتو ډير شتمن هېواد اداره کوى . ددغه کورنۍ دا څورلسم امير دى چې د کويټ واګې په لاس کې اخلى .نوى امير په کال ١٩٣٠ کې زيږدلى او د ١٩٤٩ او ١٩٥٤ کلونو پر مهال يې په امريکا کې پوځى زده کړه کړى ده او له اميرتوب وړاندې د کويټ وليعهد او ددفاع وزير وو. ",د کويټ نوى امير وټاکل شو 874,حقمل," دهغه اورلګيدنې له امله چې نن د روسيې په ختيځه سيمه د ولادى واستوک ښار په يوه ٩ پوړيزه ودانۍ کې رامينځ ته شو ٨ تنه مړه شوى او ١٥ تنه نور ټپيان شى دى ،په دغه ودانۍ کې بانک او يو شمير دوفترونه وو . د ارلګيدنې لا مل لا تر اوسه نه دى روښانه شوى . پوليس وايى پلټنې يې په دې برخه کې پيل کړى دى . ",په روسيه کې د اورلګيدنې له امله ٨ تنه مړه شوى دى . 875,حقمل," د هلمند امنيتى چاراکو د ګرشک په ولسوالى کې د يو قومى مشرد وژلو په اړوند خپلې پلټنې پيل کړى دى . قومى مشر حاجى ميرزاخان بارکزى د يو شمير ناپيږانده وسله والو کسانو له خوا د خپل کور و مخې ته په ډزو کې ووژل شو . پوليسو ويلى دغه سړى له چا سره د شمنى نه درلوده او نه يې په دولت کې دنده درلوده .بريد کونکى د پېښې له ځاى څخه تښتيدلى دى . ",يو قومى مشر په هلمند کې وژل شوى دى . 876,حقمل," د افغانستان د کانو او صنايعو د وزير تر مشر لاندې يو اوه کسيز پلاوى د پاکستان پلازمينې اسلام اباد ته رسيدلى تر څو ددغه هيواد له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان له خاورې څخه پاکستان ته د ترکمنستان له هېواد څخه د ګازو د نل ليکى د غزيدو پر پروژه خبرې اترې وکړى . ددغې پروژې د بشپړيدو لګښت ٣ اعشاريه ٦ ميليارده ډالر اټکل شوى دى . په دغه دوه ورځنى سفر کې به افغانى پلاوى له پرويز مشرف او شوکت عزيز سره هم وګورى .د افغانستان د کانو او صنايعو وزير وايى د دريو هېوادونو د ګډ کارى پلاوى غونډه به د فبرورى په مياشت کې د ترکمنستان په پلازمينه عشق اباد کې جوړه شى . دپلاوى په اتمه غونډه کې په افغانستان کې د امنيت او د ګازود ظرفيت په برخه کې يو څه ستونزمن ټکې پاتې وو چې دوزير پر خبره دا ټکى اوس حل شوى دى او هغه انديښنې چې د امنيت په هلکه موجودې وې لرى شوى دى .دغه نل ليکه ١٦٨٠ کيلومټره اوږدوالى لرى چې پر يو کال کې به څه ناڅه ٣٠ ميليارد متر مکعب ګاز افغانستان ، پاکستان اوان هند ته ددغې نل ليکې په ذريعه وليږدول شى .د وزير په وينا د پروژې په بشپړيدو سره د کال له ٣٠٠ څخه تر ٤٠٠ ميليونو ډالرو ګټه افغانستان ته ورسيږي . ",د ګازوپر نل ليکه دافغانستان او پاکستان خبرې 877,حقمل," د حج او اوقافو مرستيال چې دم ګړۍ په عربستان کې دى د ټلفون پر ليکه بينواته وويل چې تراوسه ټول ټال ٣١ تنه افغان حاجيان په حق رسيدلى دى چې د هغو له جملې څخه ١٨ تنه په خپل طبيعى مرګ ،٢ تنه په يوه ترافيکى پېښه کې او ١١ تنه نور افغان حاجيان د منا په پېښه کې په حق رسيدلى دى . د منا په غمجنه پېښه کې هغه مهال چې حاجيانو په شيطان باندې د ډبرو د وارولو مراسم ترسره کول د نړۍ د يو شمير هېوادنو ٣٦٨ حاجيان مړه او ٢٨٩ تنه ټپيان شول .ـ سږ کال ٢٥٠٠٠ افغانان د حج د فريضې د اداکولو په موخه سعودى عربستان ته تللى دى. ", ٣١ تنه افغان حاجيان په عربستان کې په حق رسيدلى . 878,حقمل," د ملى ارمان ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې تر دې عنوان لاندې ( ډاکتر سپنتا د بايد د افغانستان له ملت څخه بخښنه وغواړى ) يو مطلب خپور کړى دى . په دغه مطلب کې يو شمير فرهنګيانواو روڼ اندو په نړيوالو چارو کې د ولسمشر حامد کرى سلاکار ډاکتر رنګين سپنتا هغه خبرې چې د لوى اختر په دريمه يې په شهداى صالحين کې د مير غلام محمد غبار د قبر پر مهال کړې ،غير مسولانه بللى دى . ويل شوى چې سپنتا د خپلو خبرو په ترځ کې احمد شاه مسعود د ډبرو پلورنکۍ ياد کړى دى .دوى دا ډول څرګندنې مسعود ته سپکه بللى او وايى چې ډاکتر سپنتا د په دې اړوند توضيح ورکړى او يا د افغانستان له ملت څخه بخښنه وغواړى . د ارمان ورځپاڼې دغه خپور شوى مطلب ډير ګونګ دى او نه په کې د فرهنګيانو او روڼ انډو د نومونو څه راغلى چې دغه روڼ اندى څوک دى ؟ ",ډاکتر سپنتا د بخښنه وغواړى . 879,حقمل," د چيلى د ولسمشرى په ټاکنوکې ميرمن ميشل باشله چې ډاکتره ده، د خپل شتمن سيال په وړاندې د ٥٣ اعشاري ٢٢ فيصده رايو په گټلو سره د جيلى د ولسمشرى څوکى ترلاسه کړه .د ا لومړۍ ځل ده چې په جنوبى امريکا کې يو ميرمن د ولس د مستقيمو رايو په پايله کې دولسمشرى مقام ته رسيږى . دغه ٥٤ کلنه ميرمن د يو پخوانى وژل شوى جنرال لورده چې دطب په برخه کې يې لوړې زده کړې په استرليا کې کړى دى . خپل هيواد له ستنيدو سره ميرمن ميشل د روغتيا وزيره او وروسته ددفاع وزيره وه .دغه ميرمن د سوسيا ليستانو نومانده وه . دې ژمنه کړې چې د اقتصادى سياست پرمخ بيولو سره به يوه عادلانه ټولنه رامنيځ ته کړى. له کال ١٩٩٠ څخه را په ديخوا دا څلورم ځل دى چې د چيلى د ولسمشرى له پاره ټاکنې ترسره کيږى . د دغې ميرمنې په وړاندې يو شتمن سوداګر سباستيا پينه را سيالى کوله چې په وروستيو ټاکنو کې يې ماتې وخوړله . ",د چيلى ولسمشره يوه ٥٤ کلنه ميرمن شوه 880,,"   نن له غرمې وروسته دکندهار په ښار کې په یوې چاودنې کې دملي اردو څلور سرتیري وژل شوي او نور پنځه سرتیري ټپیان شوي. دغه راز ویل کیږي چې له عامو وگړو دوه تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپیان شویدي. ددې خبر پخلی دملي اردو یوه چارواکي وکړ. ",په کندهار کې دملي اردو څلور سرتیري ووژل شو. 881,حقمل," د قندهار ښار په مرکز د عيدګاه پر واټ شنو ګومبزو ته مخامخ د ٣ بجوو په شاو خوا کې نن درنده چاودنه شوې چې مرګ او ژوبله له ځان سره لري . سيمه د امنيتى ځواکونو له خوا کلابند شوې ده . دولتى چارواکو لا تراوسه په دې هکله څه نه دى ويلى . عينى شاهدانو بينوا ته وويل چاودنه هغه خت وشوه چې يو ځوان دملى اردو د ځواکونو قطار ته چې پر لاره د تيريدو په حال کې وو، ځان ور نيږدى کړ . دسيمې يو شاهد محمد رحيم بينوا ته وويل چې په دغه چاودنه کې يې يو شمير ملکى وګړى او د ملى اردو ٨تنه سرتيرى تر سترګو شوى چې مړه او ټپيان شوى وو . وروستى رپوټونه وايې چې په دغه چاودنه کې ٢١ ملکى او پوځىکسان مړه او ژوبل شوى دى. ", د قندهار ښار په زړه کې نن هم درنده چاودنه وشوه . 882,,"   نن سهار وختي ولسمشر حامد کرزي خبریالانو ته وویل چې که نړیوال له افغانستانه پښې سپکې کړي نو امنیت دې بیا په خپلو هیوادونو دتروریستانو په وړاندې ونیسي او که نړیوال لاړ شي افغانستان به بیا دتروریستانو ځاله وگرځي. ولسمشر پدغې خبري غونډې کې وویل چې دولت یې پوره او کره معلومات لري چې دهیواد په سهیل کې په وروستیو ناخوالو کې څوک لاس لري او کوم ځانگړي لور ته یې گوته ونه نیوله. ",ولسمشر په خبري ناسته کې پر امنیتي اوضاع وغږید. 883,,"   دولسمشر مطبوعاتي دفتر له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر کرزي دایران ولسمشر محمود احمدي نژاد سره په ټلیفوني خبرو کې ورته یې سلامونه ویلي او دخپل سفر له ځنډولو یې خبر کړی. ولسمشر دداسفر ځنډونه دهوا خرابوالی او لندن غونډې ته بوختیا لامل ښوولی.  ",ولسمشر ایران ته خپل سفر وځنډاوه. 884,,"   نن دائتلافي او امنیت لپاره دمرستندویه ځواک یا ایساف ویانویانو په گډ خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې نوي تجهیزات یا اسانتیاوې يې دامنیت دلا خوندي کولو پرموخه ترلاسه کړي خو دا یې په ډاگه نه کړه چې څه ډول اسانتیاوې دي. دائتلافي ځواکونو ویاند جیمس یانتس وویل چې دغه ځواکونه به ددغو اسانتیاو پواسطه امنیت لا ښه خوندي کړي او ځواکونو یې پوره روزنه پدې اړه ترلاسه کړې. ناتو چې غواړي دائتلافي ځواکونو ځای له تروریزم سره په جگړه کې ونیسي هم دورتو اسانتیاو خبره کوي. دهیواد په سهیل کې وروستیو امنیتي ناخوالو او پردغو بهرنیو ځواکونو دحملو ډېروالي دغه ځواکونه له خطر سره مخ کړي.   ",دائتلاف او ایساف ځواکونو نوې اسانتیاوې ترلاسه کړي. 885,حقمل," افغان ولسمشر حامد کرزى نن يوې لنډې خبرې ناستې ته ويل : ترهګرى او ځانمرګى بريدونه دافغانستان د پرمختګ او ترقۍ خنډ نه شي کيداى مګر زموږ د انديښنې وړ دي او يو شمير انديښنې يې راپارولى دى، ځکه خلک بيره وى او بې امنيتى رامنيځ ته کوى او د خلکو د ژوند لارې چارې ګډوډوى .ده وويل هر څوک چې دا ډول عمل کوى ترهګر دى .اوتر ډيره بريده دا دبهرنيانو کار دى . کرزى وويل يو شمير کسان د افغانانو او طالبانو له نامه څخه استفاده کوي . ده دا هم ومنله چې ممکن ځيني طالبان هم وى چې دا کار وکړى .کرزي باور څرګند کړچې ملا عبد الصمد خاکسار طالبانو نه دى وژلى . کرزى ايران ته د نه تګ لاملونه د هوا خرابولى ، يو شمير تخنيکى مسايل او د لندن د کنفرانس نيږدى جوړيدل وبلل . په دې اړوند حامد کرزى نن د ټليفون پر ليکه د ايران له ولسمشر احمدى نژاد سره خبرې اود زړه خواله کړى دى .کرزى پر داسى مهال خبرى کولى چې په کندهار کې نن هم يوه درنده چاودنه و شوه . په دې وروستيوکې ترهګرى بريدونو زور اخيستى دى او درنده مرګ او ژوبله له ځان سره لرى .به دغه بريدونو کې تر ډيره ملکى وګړوخپل ژند له لاسه ورکړى دى . ",کرزى : ترهګري زموږ دانديښنې وړه ده . 886,,"   دهرات په ولایت دښځو په چارو کې چارواکو ویلي په نیږدو کې په پام کې لري دښځو لپاره یو داسې ښارگوټی جوړ کړي چې پکې پنځه زره ښځې دکورنو لرونکي شي. دا پروژه دښځو په چارو کې وزارت منلې. ",په هرات دښځو لپاره ښارگوټی جوړيږي. 887,,"   نن دعراق دپلازمینې بغداد شمال ته دالطارمیه په سیمه کې دامریکایي ځواکونو شینوک ډوله چورلکه پریوتلې. امریکایي ځواکونو دخبر پخلی کړی خو داړولي زیان په اړه یې څه ندي ویلي. دغه راز په عراق کې دصلاح الدین الایوبي په نوم یوې ډلې دچورلکې دویشتو مسولیت په غاړه اخیستی او دچورلکې دویشتو تصویر په ویب پاڼه کې خپور کړی. دا په لسو ورځو کې دریمه امریکایي چورلکه ده چې په عراق کې ویشتل شوې. ",دبغداد په شمال کې امریکایي چورلکه پریوتې. 888,,"  کابل د بېنوا خبريال  دتاجكستان وتلي ،ښكلي اوزړه راښكونكي سندرغاړي منيژه دولت وا تيره ورځ كابل ته رارسيدلي اوكابليانوته په يوه كنسرټ كي ښايي را څرګنده شي  پخوا داسي اوازه وه چي منيژه به دلوي اختر په ورځوكي كابل ته له څونورو سندر غاړو سره راشي خوپه كابل كي دتاجكستان سفارت دنوموړي نه راتګ دمنيژي ناروغي ښوولي وه  له كابله په خپروشويوورځپاڼوكي دمنيژي نه راتګ داهم ښودل شوي چي ورته دوژني ګواښونه شوي ،يوي ورځپاڼي خوآن ليكلي و،چي داسلامي ګوند امير ګلبدين حكمتيار دغي سندرغاړي ته دمرګ ګواښ كړي و،خوهرڅه چي و،دادي منيژه اوس كابل ته راغلي اوغواړي چي دكابل اوسيدونكوته په زړه پوري كنسرتونه ترسره كړي  منيژه تكړه تاجكه سندرغاړي ده اوښكلي څيري يي دزياتوځوانانوپاملرنه ځان ته جلب كړي ده ",دتاجكستان وتلې اوښكلې سندرغاړې كابل ته راغلې 889,ډاكتر بدين خيل _كابل," زموږ انجام به څه وي ؟؟  ډاكتر بدين خيل _كابل  دڅه مودي راهيسي داسي اوازي خپري شوي چي داريانا افغان هوايي شركت دمافيا په يوه لويه ځاله اوښتي اوداريانا الوتكونه دمسافرودوړلوترڅنګ دنشي توكيو دقاچاق دوسيلي په توګه هم كاراخيستل كيږي ،چي په دي اړوند دڅووروستيومياشتوپه بهير كي زيات شمير قاچاق وړونكي دكابل په نړيوال هوايي ډګر كي دپوليسواوامنيتي موظفينوله خوا لاس په لاس نيول شوي اودقانون منګولوته سپارل شوي دي ،خوويل كيږي چي دهيواددقضايي مراجعوله لوري درشوت اوبډوپه اخيستلوسره بيرته خوشي شوي دي  دترانسپورټ وزير عنايت الله قاسمي په دي هكله وايي چي داريانا هوايي شركت په دي برخه كي له زياتوستونزو سره لاس اوګريوان دي اودوي نشي كولي چي په بشپړه توګه دقاچاق مخه ونيسي ،هغه وايي سره له دي چي موږ په دي اړه دامنيتي ځواكونوپه مرسته يوزيات شمير افغانان اوبهرنيان دنشي توكيودقاچاق په تورنيولي اودقانون منګولوته موسپارلي دي ،خوبيا هم داريانا هوايي شركت له لاري دنشي توكيوقاچاق اوليږدونه له يوه مخي نه ده بنده شوي اوددي لړۍ نښي لاترسترګوكيږي  دكابل دنړيوال هوايي ډګر دسرحدي پوليسوقوماندان ښآغلي عمرزي زياتوي چي هغوي يوپه بل پسي يوشمير هغه قاچاق وړونكي نيولي چي غوښتل يي داريانا هوايي شركت دالوتكوله لاري بهر ته نشي توكي وليږدوي ،هغه زياتوي چي دڅومياشتوپه ترڅ كي يي زيات شمير قاچاق وړونكي نيولي دي ،چي وروسته دمحاكموله لوري خوشي شوي اونوموړي قوماندان ته يي دمرګ ګواښونه هم كړي دي  ويل كيږي چي دكورنيوچارودپخواني وزير ښاغلي علي احمد جلالي داستعفا لوي لامل هم همدادنشي توكيواومافيا په وړاندي دهغه سخت دريځ و،چي له دندي نه ګوښه شو ښاغلي علي احمد جلالي ويلي و،چي ددولت لوړپوړي چارواكي دنشي توكيوپه قاچاق كي ونډه لري ،هغه غوښتل چي دا كسان افشاكړي اودقانون منګولوته يي وسپاري خودهغه ددغه وړانديز سره ددولت نورولوړپوړيوچارواكوسر ونه ښوراوه اوپه پايله كي ښاغلي جلالي هم ونشوكړاي ترڅوددغوكسانونومونه افشاه كړي هماغه و،چي ددندي پريښودل يي غوره وګڼل اوله دندي نه يي دولسمشر كرزي په موافقه استعفاوكړه ", اريانا افغان هوايي شركت كه دمافيا ځاله 890,," احسان نن د کندهار ښار عيدګادروازې ته څېرمه د شنو ګنبدو پر سړک د ملي پوځ پر يوه موټر ځانمرګی بريدوشو، او ماځيګر تر پنځو بجو وروسته د سپين بولدک په ولسوالي کي بل ځانمرګي بريد زياته مرګ ژوبله رامنځته کړه . د کندهاروالي اسدالله خالدخبريالانو ته وويل د ښار په چاودنه کي دملي پوځ يو فوځي  وژل شوی او لس تنه ژوبل شوی دي ، خو عيني شاهدان وايي چي څلور تنه فوځي سرتيري ووژل شوه او ترلسو زيات کسان ژوبل شوه . همدا ډول د کندهار والي اسدالله خالد وويل چي د سپين بولدک پېښه د يوه موټرسايکل چلوونکي له خوا هغه وخت رامنځته شوه کله چي د عامه وګړو د ګڼي ګوڼي خواته راروان و او په ځان يې وچاوده . دعيني شاهدانو په وينا د بولدک په پېښه کي تر شلو زيات عامه وګړي ووژل شوه او په لسګونو نور ژوبل شوه ، چي سمدستي په بولدک ، چمن او ځيني نور يې د پېښي د ځای څخه د کويټي روغتونونو ته ولېږدول شوه .  ترتياره ماخستن پوري د چاودنو دواړي سيمي ( کندهار ښار او بولدک ) د پوليسو له په ولکه کي وه ، د کندهاروالي اسدالله خالد د پېښي پړه پرپاکستان واچوله  او ويې ويل چي ددغه شان بريدونو او چاودنو ترشا د پاکستان لاس دی . ويل کيږي چي دا لمړی ځل دی د کندهار والي اسدالله خالد د داسي چاودنو وروسته سمدستي پاکستان تورن کړ . د پېښي پړه تر دې دمه چا پرغاړه نه ده اخستې ، اوپوليسو هم د چا د نيولو خبره نه ده کړې . دملي پوځ موټر روان و ، ځان وژونکي ځان د موټر څنګته راورساوه او چاودنه رامنځته شوه ،عيني شاهدان د ځانوژونکي په ګډون د څلورو تنو د وژل کېدو او ترلسو زياتو کسانو د ژوبلېدو خبره کوي . هغه دکان چي دشنوګنبدو تر چاودني وروسته يې هرڅه ګډوډ او دکاندار ژوبل شو د بولدک په ځانمرګي بريد کي د ژوبل کسانو شمېره دقيقه څرګنده نه ده ، عيني شاهدان وايي د پېښي په ځای کي ترپنځوسو زيات ځوانان او زاړه راټول شوي وه او په لوبه بوخت وه . يو له هغو زخميانو چي د کويټي تر روغتونه رسېدلي دي   ",نن په کندهار کي دوې بېلابېلي درنې چاودني وشوې 891,حقمل," د ملګر ملتونو سرمنشى کوفى عنان دکندهار د چاودنو کلکه غندنه کړى او داډول بريدونه يې په افغانستان کې د سولى ، پرمختګ او ارامى د پروسې په وړاندى نه منونکى بريدونه بللى او په ټولو اړخونو يې غږ کړى دى چې د ملي پخلاينې په روحيې سره دې کار وکړي . د کندهار د ښار او د سپين بولدک په پرونيو درندو او خونړيو چاودنو کې لږ تر لږه ٢٤ تنه مړه او٣٤ تنه ټپيان شوى دى . دقندهار ښار د چاودنې پړه طالب اورپکو په غاړه اخيستې ده .د سپين بولدک په ولسوالى کې چاودنه پر داسې مهال پرون د ٥:٣٠ په وخت رامينځ ته شوه چې گڼ شمير خلک د غيږنيونى په ميله ځاى کې راټول شوى وو .د کندهار والى ويلى په دغه چاودنه کې ٢٠ تنه مړه او ٢٠ تنه ټپيان شوى دى .ددغو دواړو چاودنو د مرګ او ژوبلې په هکله متفاوت رپوټونه او څرګندونې کيږى .وروستى چاودنو د خلکو په مينځ کې يو لړ انديښنې راپارولى او له دولت څخه غوښتنه کوى چې د مخنيوى په هکله يې بايد اړين اقدامات پورته کړى .کندهار هغه ولايت دى چې په دې وروستيو کې په کې سختې پر له پسې چاودنې شوى دى. دکندهار والى وايى چې دا دبهرنيانو کار دى او افغانستان د پاکستان سره ٦٠٠ کيلومټره اوږده پوله لري .له بلې خوا د طالب اورپکو يو وياند پژواک خبري اژانس ته ويلي چې طالبان د سپين بولدک په چاودنه کې لاس نه لري . ده ويلي چي طالب اورپکې په بهرنيو ميشتو ځواکونو بريدونه کوي. ",کوفى عنان د کندهار د چاودنو غندنه کړې . 892,حقمل," د سعودى عربستان امنيتى چارواکو ددوشنبې په ورځ د رياض په ښار کې پنځه تنه شکمن ترهګر له يو اندازه چاوديدونکو توکو سره نيولى .چارواکو په رياض کې ويلى چې د نيول شويو کسانو څخه ٤ تنه د عربستان او سيدونکى او يو تن بهرنى دى . دغه شکمن ترهګر د تلاشى پر مهال د رياض په ښار کې نيول شوى دى . ",په رياض کې ٥ تنه شکمن ترهګر نيول شوى . 893,حقمل," د بلخ والى عطا محمد نور ددغه ولايت يو شمير دولتي چارواکي په دې تور له خپلو دولتى دندو ګوښه کړى دى چې د ٤٨ تنوپر غير قانونى خوشې کيدو کې يې لاس درلود او له هغوى څخه يې بډې اخيستي دى،ده د دغو کسانو نومونه او دنده و نه ښودله خو زياته يې کړه چي د اکسان يې د پلټنې او تحقيق له پار ه څارنوالۍ ته ورپيږندلي . د بلخ والى وايى چې ٤٨ خوشي شوي کسانو د نيشه يى توکو په قاچاق او د کوکنارو په کر کې لاس درلود .ويل کيږى په گوښه شويو کسانو کې د چمتال او دولت اباد ولسوالان او امنيه قوماندانان شامل دي . ",يوشميردولتي چارواکي په بلخ کې له دندوګوښه شول 894,حقمل," د فراه ولايت د بند ي خانې په ودانۍ کې چې په ١٠ کوچنيو تيارو خونو کې لږ تر لږه ٢١٠ بنديان ځاى پرځاى شوى د دغه ولايت د امنيتى او دولتى چارواکو له ناسم چلند څخه سرټکوى او وايې چې کله نا کله وهل او ډبول خوري . دوى د اوسيدو د ناسم ځاى او سړوپه هکله هم شکايت کوى او ګواښ يې کړى کې چيرې ستونزو ته يې پاملرنه و نه شى د ډوډى د نه خوړلو په اعتصاب به لاس پورى کړى . د فراه دولتى چارواکو د بنديانو د ځاى د تنګوالى ستونزه منى او وايى چې يو شمير بنديان به د هرات ولايت ته وليږدوى . ",په فراه کې بنديان له ناسم چلند څخه سرټکوى . 895,حقمل," ٦٧ کلنې اقتصاد پوهې ميرمن الن جانسون سيرليف د دوشنبې په ورځ د زرګونو لايبيريانو او لسګونو بهرنيانو په وړاندى د دغه افريقايى جګړه ځپلى هېواد د ولسمشرى لوړه تر سره کړه . دا لومړنۍ ميرمن ده چې په افريقا کې د ولسمشرى واګى تر لاسه کوى . د جورج بوش ميرمن لورا بوش او د امريکا د بهرنيو چارو وزيره کاندو ليزا هم ددغې ميرمنى د لوړې په مراسمو کې برخه اخيستې وه . دغه هيواد ډيرو کودتاوو او يو شمير جګړو سخت ځپلى او ددغې ميرمنې مخې ته له دې کبله يو دروند پيټۍ پروت دى . ",يوه ميرمن د لايبيريا مشره شوه . 896,حميدوردګ," دا هغه ليکنه ده چې د حقوق زن د مجلې مسوول چلوونکى علي محقق نسب يې تر بنده ورساوه چې وروسته محقق نسب بحښنه وغوښته او له بند نه ازاد کړى شو . ارتداد در اسلام علي محقق نسب مسأله‌ی ارتداد، از مسايل مهمی است که در علوم مختلف مانند تفسير، کلام و تاريخ مورد گفت و گو قرار گرفته و کرانه‌های متفاوتی يافته و ابعاد خطرناکی پيدا کرده است. اين مسأله از جانب فقيهان شيعه با توسل به روايات نقل شده از امامان، تحت عناوين فقهی مطرح شده و در اکثر کتب فقهی مذکر گشته است. ارتداد به عنوان يک حربه‌ی سياسی‌_مذهبی و وسيله‌ی سرکوب و خشونت در اختيار حاکمان ستم پيشه قرار گرفته از يک سو مانع ترقی و تکامل علمی جامعه گرديده و از سوی ديگر نخبگانی را از جامعه‌ی مسلمان گرفته است. مسأله‌ی ارتداد، در طول تاريخ اسلام به عنوان شمشير برنده در اختيار قدرت‌های استبدادی بوده که بر عليه دانشمندان، اصلاح طلبان و منتقدان نظام حاکم به کار رفته و نابهنجاری‌های اجتماعی، سياسی، مذهبی و فجايع داخلی را به وجود آورده است. درباره ی ارتداد وآثار و پيامد‌های آن، سوال‌های جدی و اساسی مطرح است که تاکنون به صورت صحيح و منطقی پاسخ نگرفته است. برخی از آن سوال‌های عبارتند از: - ارتداد چيست؟ آيا ارتداد جنبه‌ی فکری واعتقادی دارد يا جنبه‌ی سياسی واجتماعی؟ - عنوان ارتداد با آيات قرآن مقدس، نظير«لا اکراه فی‌الدين»، «لکم دينکم ولی دين» و «من شأن فلیؤمن و من شأ فليکفر» و «انا هديناه النجدين اما شاکراً و اما کفوراً» چگونه سازگار است؟ - احکام ارتداد، با تکليف مالايطاق همسويی دارد و قابل جمع است؟ - احکام ارتداد با مسلمات اصول ومبانی دينی اسلام سازگار است؟ - احکام ارتداد با يافته‌های عقلی نظير آزادی فکر، آزادی بيان چه نسبتی دارد؟ - آيا احکام ارتداد و آثار آن با قواعد حقوقی و اسناد الزام‌آور بين‌المللی و حقوق بشر سازگار است؟ - آيا در زمان حيات رسول خدا، مجازات ارتداد به معنای مصطلح فقهی آن «ارتداد فکری و عقيدتی» اجرا شده و رسول گرامی اسلام، کسی را به جرم ارتداد عقيدتی مجازات کرده است؟ - احکام ارتداد با مواد قوانين اساسی کشورهای اسلامی که آزادی بيان و آزادی عقيده را شعار می‌دهند سازگاری دارد؟ - آيا دستگاه قضايی و يا عالمان مذهبی حق دارند که شخصی را به جرم ارتداد تحت تعقيب قرار دهند؟ - آيا ارتداد، اصولاً جرم است؟ آيا عناصر جرم، در عنوان ارتداد موجود است؟ و ...؟ از آن جا که عنوان ارتداد، در تاريخ اسلام همچون حربه‌ای در اختيار سلاطين، زور مداران و تزويرگران بوده و مورد سؤ استفاده قرار گرفته وباعث سرکوب متفکران و حقيقت جويان گشته است، جامعه‌ی جوان و تحصيل کرده‌ی ما، نياز شديد به شناخت اين حربه‌ی کهنه و فرسوده دارد تا ديگر بار در قرن بيست و يکم گرفتار آن نگردد و سود جويان مذهبی و سياسی نتوانند از اين وسيله‌ی خشونت و سرکوب استفاده نمايند. مطالعه و تحقيق در ابعاد وجودی و آثار فقهی و تبعات سياسی ارتداد و مستندات دينی آن می‌تواند مفيد و کارساز باشد و جامعه را با خصوصيات آن آشناگرداند و در نهايت راه سؤ استفاده از اين عنوان فقهی را مسدود نمايد. مقاله‌ی حاضر می‌کوشد که «ارتداد» يا «مرتدشدن» و يا «بی‌دين شدن» را معرفی نموده تا جايی که مجله‌ی حقوق زن گنجايش دارد و فرصت تحقيق و بررسی مسير می‌شود، ناگفته‌هايش را بازگويد و ناصواب گفته‌هايش را بنماياند و سؤ استفاده‌ها و سؤ فتواها و سؤ عنوان‌هايش را برملاکند. باشد که جامعه‌ی در حال رشد و تعالی ما، با اسلام آزادی بخش، مترقی، پيشرو، انسان‌ساز، انسان دوست، صلح طلب، تمدن پذير و منطق گرا، آشنا شوند و بدانند که اسلام واقعی غير از اسلام واعظ و مجاهد است! دريابند و لمس کنند که روضه‌خوان‌های زنانه و تفنگ‌سالاران بی‌سواد، دين را مطابق با افکار محلی و منافع شخصی خود تفسير می‌کنند و مردم عوام از سرناچاری و ناآگاهی در پی روضه‌خوان‌ها و واعظ‌ها و ملا‌های متحجر روانند و اسلامی را می‌آموزند که از قعر چاه جهل و بی‌خردی بدر آمده و از عقب مانده ترين و ارتجاعی ترين انديشه‌ها تغذيه می‌کند و در نهايت دست آوردی جز ارتجاع، فقر، بی‌سوادی، تبعيض و فساد ندارد. در تاريخ اسلامی، عنوان ارتداد، مورد سؤ استفاده قرار گرفته و عالمان و فرزانگان بی‌شماری از سوی برخی عالم نماها به ارتداد متهم شده‌اند. حتا برخی از فرق اسلامی يکديگر را مرتد شمرده‌اند. پيروان يک مکتب نيز گاهی يکديگر را به ارتداد متهم کرده‌اند نمونه‌ای از اين تکفير‌ها را می‌توانيد در کتاب طهارت، مبحث نجاست کفار و سنيان ناصبی بخوانيد که چگونه عالمان سودجوی شيعه، پيروان مکتب اهل سنت را به عنوان ناصبی، کافر و نجس دانسته‌اند و يا تکفيرهايی که توسط جمعی از عالمان کوته نظر اهل سنت نسبت به جامعه‌ی شيعه صورت گرفته است. اينک جملاتی از دونفر از فقيهان اهل سنت در مورد تکفير پيروان مکتب تشيع را مطالعه نموده قضاوت کنيد: «قال فی جواب من سأله عن السبب فی وجوب مقاتلة الشيعة و جواز قتلهم: اعلم اسعدک‌الله ان هؤلاء الکفرة و البغاة الفجرة جمعوا بين اصناف الکفر والبغی و العناد و انواع الفسق والزندقة و الالحاد و من توقف فی کفرهم و الحادهم و وجوب قتالهم و جواز قتلهم فهو کافر مثلهم. و سبب وجوب قتالهم و جواز قتلهم البغی والکفر معاً، اما البغی فانهم خرجوا عن طاعة الامام خلد‌الله ملکه الی يوم القيامة و قد قال الله تعالی: «فقاتلوا التی تبغی حتی تفیء الی امرالله» و الامر للوجوب فينبغی للمسلمين اذا دعاهم الامام الی قتال هؤلاء الباغين الملعونين علی لسان سيد المرسلين ان لايتأخروا عنه بل يجب عليهم ان يعينوه و يقاتلوهم معه، فيجب قتل هؤلاء الاشرار الکفار تابوا اولم يتوبوا ثم حکم باسترقاق نسائهم و ذراريهم.»۱اين عالمان اهل سنت می‌گويند: اين شيعيان کافر و متمرد فاسق در خود جمع کرده‌اند انواع کفر و تمرد و کينه توزی و فسق و زندقه و الحاد را. کسی که در کفر شيعيان و الحاد شان و وجوب قتال با آنان و جواز قتلشان ترديد نمايد او نيز مانند شيعيان کافر است. علت وجوب قتال با آنان و جواز قتلشان، سرکشی و کفر باهم است. اما سرکشی و بغی به اين جهت که آنان از اطاعت امام خارج شده‌اند. خداوند فرمايد: «با آنان جنگ کنيد تا به امر خدا گردن بگذارند» و صيغه‌ی امر مذکور در آيت شريفه‌ برای وجوب است پس برای مسلمانان سزاوار است که هرگاه امام آنان را به جنگ شيعيان متمرد و لعن شده به زبان رسول خدا دعوت کند تأخير نکنند، بلکه بر آنان واجب است که امام و سلطان را ياری نمايند و به همراه امام با شيعيان بجنگند... پس واجب است قتل اين کفار شرور، فرقی ندارد که توبه بکنند يا نکنند سپس حکم به اسارت زنان وفرزندانشان می‌شود. ارتدادمسله‌ی ارتداد، در کتب فقهی، عمدتاً در کتاب‌های طهارت، حدود و زکات مورد گفت‌و‌گو قرار گرفته است. در بحث ارتداد، توجه به مطالب آتی راه گشا و هدايت گر است:مطلب اول: مبحث ارتداد از مباحث دشوار فقه است و هيچ يک از فقيهان شيعه و سنی بر آن اتفاق نظر ندارند. يعنی، مبحث ارتداد، هم در ميان فقيهان شيعه مورد اختلاف است و هم درميان فقيهان اهل سنت.مطلب دوم: اشکالات و شبهات گوناگون فقهی، کلامی و حقوقی بر آن وارد آمده است.مطلب سوم: عالمان و فقيهان مسلمان، در حين برشمردن فرق اسلامی، مرتدان را از فرق اسلامی به شمار آورده‌اند، مانند شهرستانی در «ملل ونحل» فرقه‌های مجسمه، مشبهه و خوارج را با آن که محکوم به ارتداد هستند، در شمار فرقه‌های اسلامی مذکور داشته‌ است. مطلب چهارم: ارتداد احکام متفاوتی دارد. در بعضی موارد توبه‌ی شخص مرتد پذيرفته می‌شود و در بعضی موارد توبه‌ی او پذيرفته نمی‌شود. نجاست بدن، محروميت از ارث، جدايی از همسر و مصادره‌ی اموال مرتد از ديگر احکام ارتداد است. اين احکام متفاوت از کجا آمده و از کدام دليل و برهان استفاده شده است؟مطلب پنجم: اصل اولی در باب ارتداد، برائت است، يعنی اصل حرمت ترتب آثار ارتداد، ‌می‌باشد و هيچ کس يا هيچ مقامی حق ندارد شخصی را متهم به ارتداد نموده آثار ارتداد را جاری نمايد. الا ماخرج بالدليل.اينک مبحث ارتداد را تحت عناوين زير طبقه بندی نموده مورد کند و کار قرار می‌دهيم: تعريف ارتداد: ارتداد از ديدگاه قرآن ارتداد از ديدگاه روايات ارتداد از ديدگاه فقيهان تقاضای قانونی شدن ارتداد تعريف ارتداد راغب اصفهانی درکتاب: «المفردات فی ا لفاظ القرآن» می‌گويد: «الارتداد و الرده الرجوع فی‌الطريق الذی جاء منه لکن الرده تختص بالکفر و الارتداد يستعمل فيه و فی غيره قال الله تعالی: «ان الذين ارتدوا علی ادبارهم» و قال: «يا ايهالذين آمنوا من يرتد منکم عن دينه» و هوالرجوع من الاسلام الی الکفر و کذلک، من يرتدد منکم عن دينه فيمت و هو کافر» راغب اصفهانی معتقد است که منظور از ارتداد و بازگشت به عقب، برگشت از اسلام به کفر است. احمد بن محمد المقری در «المصباح المنير» می‌گويد: «ارتدالشخص رد نفسه الی الکفر والاسم الرّدة» طريحی در مجمع البيان گفته است: «المرتد من ارتد عن الاسلام الی الکفر و هو نوعان فطری وملی.. و الردة بالکسروالتشديد اسم من الارتداد، و اصحاب الردة علی ما نقل کانوا علی صنفين: صنف ارتدوا عن الدين و کانو طائفتين احدهما اصحاب مسيلمة والاخری ارتدوا عن الاسلام و عادوا الی ماکانوا عليه فی‌الجاهلیة... و النصف الثانی لم يرتد واعن الايمان و لکن انکروا فرض الزکوة وزعموا ان «خذ من امالهم» خطاب خاص بزمانه(ص)» مرتد کسی است که از اسلام به کفر برگشته باشد. مرتد بر دو قسم است: مرتد فطری و مرتد ملی... و کلمه رِدَّه با کسر و تشديد اسم ارتداد است. اصحاب رده بر اساس آنچه که نقل شده بر دو قسم بوده‌اند: گروهی که از دين برگشته‌اند آنان دو طايفه‌بوده‌اند. طايفه‌ی اول اصحاب مسيلمه‌ی کذاب بودند و طايفه‌ی دوم کسانی بوده‌اند که از اسلام برگشته و به رفتار زمان جاهليت خود پيوسته‌اند. گروه دوم کسانی که از دين وايمان برنگشته بودند اما وجوب زکات را منکر شده بودند و اعتقاد داشتند که خطاب قرآن «خذ من اموالهم صدقة» اختصاص به زمان رسول خدا داشته است. ارتداد در قرآنآيت‌الله موسوی اردبيلی می‌گويت: «به نظرما «ارتداد در قرآن» با «ارتداد در روايات» متفاوت است. ارتداد در زمان پيامبر که آيات قرآن ناظر به آْن است، با ارتداد در زمان امام باقر و صادق و رضا(ع) که روايات ناظر به آن است، تفاوت دارد. ارتداد در صدر اسلام، ارتداد و بازگشت از دين بود، شخص مسلمانی پس از گرايش به اسلام، مشرک يا مسيحی يا يهودی می‌شد، در اين دوره ارتداد فکری مطرح نبود. ارتدادها معمولاً با انگيزه‌ی سياسی يا اقتصادی يا قومی همراه بود؛ مثلاً برخی از اشخاص در برابر وجوب زکات مقاومت کرده و برای آن که زکات نپردازند، از اسلام برمی‌گشتند (نظير برگشت از گروه يا حزب يا اتحاديه و ...) يا به خاطر خلافی که مرتکب شده بودند؛ بايد قصاص می‌شدند، برای آن که از حکم قصاص بگريزند، از دين خارج می‌‌شدند. يا رئيس قوم و قبيله‌ای به يکی از دو انگيزه‌ی فوق يا انگيزه‌ی ديگری از اسلام خارج می‌شد، همه‌ی افراد قبيله به تبعيت از او از اسلام روگردان می‌شدن. قبايل بنو حنفيه، بنو مدلج، و بنو اسد به خاطر خروج رئيس قبيله از دين، همگی از دايره‌ی اسلام خارج شدند.۲ ابو حمار رئيس بنو مدلج پس از آن که مسلمان شد، ادعای نبوت کرد و از اسلام خارج شد و افراد قبيله‌ به پيروی از او مرتد شدند. مسيلمه‌ی کذاب رئيس بنو حنفيه با ادعای نبوت از دين خارج شد و همه‌ی افراد قبيله به تبعيت از او مرتد شدند. بعضی از افراد هم برای فرار از جهاد مرتد می‌شدند. به عنوان نمونه پيامبر اکرم، عبدالله بن جحش را به فرماندهی گروهی برای سريه‌ای اعزام کرد، ولی به او دستور داد حکم مأموريت را در فلان نقطه مطالعه کن و به هر آن چه در آن نامه آمده عمل کن. عبدالله به مکان مورد نظر نامه را بازکرد، مأمورشده بود که به اطراف مکه برود، اما اطرافيان خود را برای رفتن مجبور نسازد، هرکه مايل بود با او برود و هرکه مايل نبود بازگردد. عبدالله اعلام کرد که هرکس آماده‌ی شهادت است همراه من حرکت کند. از هفت يا نه يا دوازده نفری که همراهش بودند، جز دو نفر به نام‌های سعد بن ابی وقاص و ربيعه که بازگشتند، بقيه او را همراهی نمودند.۳ وقتی آن دو بازگشتند، آيت مبارک سوره‌ی بقره نازل شد که در بخش آيات مذکور خواهد شد. در زمان ابوبکر نيز هفت طايفه زکات ندادند و مرتد شدند.يک طايفه هم در زمان عمر مرتد شدند. جريان از اين قرار بود که شخصی به نام «جبله» از اعيان و اشراف، لباس احرامی نفيسی خريداری کرد و به مسجدالحرام آمد. پس از طواف که در گوشه‌ای از مسجد نشسته بود، عربی بيابانی هنگام عبور از کنار او بی توجهی کرد و لباس او را آلوده و کثيف نمود. جبله، ناراحت شد و با چوب دستی که در دستش بود، چند ضربه به او زد. عرب بيابانی چيزی نگفت و رفت ولی پس از طواف با خليفه عمر بن خطاب رو به رو شد و به او شکايت کرد. خليف جبله را احضار کرد و ماجرا را جويا شد و او اقرار کرد که باچوب دستی‌اش چند ضربه به او وارد کرده است. مرد عرب خواستار قصاص شد و هرچه جبله از او خواست که از قصاص صرف نظر کند و در مقابل پولی از او دريافت کند، نپذيرفت. خليفه نيز حاضر نشد از قصاص صرف نظر کند مگر آن که مرد عرب رضات دهد و از اجرای قصاص چشم بپوشد. جبله که به سختی ناراحت بود از مرد عرب برای اجرای قصاص چند روز مهلت گرفت، از اين مهلت استفاده کرد و برای گريز از حکم قصاص، به شامات رفت و گفت: «من دينی را که درآن مرد عرب بيابان گردی جز به قصاص من راضی نمی‌شود، نمی‌خواهم» بدين وسيله از اسلام روگردان شد. نمونه‌ی ديگر، روزی پيامبر اکرم(ص) هنگام موعظه‌ی مردم، از منافقی نام برد. شخصی پشت سر پيامبر گفت: اگر سخن پيامبر صحيح باشد، من از خر پست‌ترم. مردی به نام عامر اين سخن را شنيد و به او گفت: سخن پيامبر درست است و تو واقعاً‌ از خر پست‌تری. عامر نزد پيامبر آمده ماجرا را تعريف کرد. پيامبر او را خواست و از او نيز ماجرا را سوال کرد ولی آن شخص گفته‌ی عامر را انکار کرد. پيامبر از آنان خواست بر سخن خويش سوگند ياد کنند. آن مرد به دروغ قسم ياد کرد که من پشت سر پيامبر چنين سخنی نگفته‌ام. عامر برای سوگند برخواست و پس از آن دعا کرد که پروردگارا! اگر او چنين سخنی را بر زبان رانده مرا تأييد کن. پيامبر و اصحاب آمين گفتند. جبرييل آمد آيه‌ای نازل شد و عامر را تأييد کرد و کذب آن شخص برملا شد. پس از رسوا شدن، اقرار کرد ولی توبه نمود و پيامبر توبه‌اش را پذيرفت.۵ خلاصه‌ی سخن آن که ارتداد در صدر اسلام، مواردی از اين قبيل بوده است. در هيچ يک از آيات ارتداد، احکام ارتداد بيان نشده و تنها سخن از وعيد عذاب آخرت است. بنابراين در پاسخ به پرسش کسانی که می‌گويند: احکام ارتداد که در فقه مطرح است، از کدام يک از آيات استفاده می‌شود؟ می‌گوييم: احکام ارتداد از روايات استفاده می‌شود نه از آيات قرآن. و سرّ اين که احکام ارتداد در قرآن بيان نشده، ظاهراً همان نکته‌ای است که يادآورد شديم که ارتداد در قرآن غير از ارتداد در روايات است. ارتداد در صدر اسلام، ارتداد فکری نبوده، بکله ارتداد سياسی، اقتصادی يا قومی و قبيله‌ای بوده است.»۶از گفتار آيت‌الله موسوی اردبيلی چندنکته قابل دريافت است: نکته‌ی اول آن که: احکام ارتداد از قرآن مقدس استفاده نمی‌شود؛ بلکه از روايات بهره می‌شود. گو اين که مسلمانان دو نوع دين يا دو گونه متن دينی دارند. نکته‌ی دوم آن‌که: ارتدادی که در قرآن مطرح شده عنوان سياسی، اقتصادی و اجتماعی داشته است نه اعتقادی و فکری. بنابراين سازندگان روايت از مشابهت لفظی استفاده نموده احکام جديده‌ی را در مفهوم واژه‌ی ارتداد جای داده‌اند و به منظور رفع حاجات خود بدان متوسل شده مخالفان خود را سرکوب کرده‌اند و الا معنا و مفهوم ارتداد در روايات غير از مفهوم آن در آيات قرآن است.نکته‌ی سوم آن‌که: ارتداد مذکور در قرآن آثار سياسی و اجتماعی داشته و مخل به نظم جامعه بوده است در عين حال، به عنوان عمل مجرمانه تلقی نشده و کسی به اتهام ارتداد به مجازات‌های سخت و خشن و خود ساخته‌ی راويان محکوم نشده است.مطاله و بررسی آيات در قرآن مقدس، هفت آيت از مسأله‌ی ارتداد گفت و گو نموده و احکامی را مقرر داشته و هوشدارهای لازم را داده‌اند. آيات شريفه را با دقت مورد مطاله قرار می‌دهيم و ديدگاه قرآن مقدس را در باره‌ی ارتداد به دست می‌آوريم. آيات شريف عبارتند از:۱_ آيت ۲۱۷، سوره‌ی بقره: «و لا يزالون يقاتلونکم حتی يردو کم عن دينکم ان استطاعوا و من يرتدد منکم عن دينه فيمت و هو کافر فاولئک حبطت اعمالهم فی‌الدنيا والاخرة و اولئکه اصحاب‌النار هم فيها خالدون.» هماره با شما در حال جنگ خواهند بود تا شما را از دين تان بازگردانند و کسی که از شما مسلمانان از دين خويش بازگردد و بميرد کافر است. چنين اشخاصی اعمالشان در دنيا و آخرت باطل می‌شود. آنان اصحاب آتش و هميشه در آن جای خواهند داشت. می‌گويند: شأن نزول اين آيت، ماجرای عبدالله جحش است که به سريه‌ای در اطراف مکه اعزام شد. پس موضع آيت شريفه ارتباطی با ارتداد فکری و عقيدتی ندارد.۲_ آيت ۲۱ سوره‌ی مائده: «يا قوم ادخلوا الارض المقدسة التی کتب الله لکم و لا تردوا علی ادبارکم فتنقلبوا خاسرين» ای بنی اسرائيل به سرزمين مقدس که خداوند برای شما قرار داده است وارد شويد و به سرزمين مصر برنگرديد که گرفتار خسران می‌شويد. اين آيت مبارک مربوط به قوم موسی است وقتی که دستور ورود به سرزمين مقدس به آنان داده شد آنان تمرد کردند. آيت مبارک آنان را از بازگشت به وطن سابق‌شان برحذر می‌دارد. بنابراين اين معنای ارتداد اصلاً ارتباطی به بازگشت از ايمان و عقيده ندارد؛ بلکه سخن از بازگشت به وطن و سرزمين آبا و اجدادی است. ۳_ آيت ۵۴ سوره‌ی مائده: «يا ايهاالذين آمنوا من يرتد منکم عن دينه فسوف یأتی‌الله بقوم يحبهم و يحبونه اذلة علی المؤمنين اعزة علی الکافرين يجاهدون فی‌سبيل‌الله و لا يخافون لومة لانهم ذلک فضل‌الله یؤتيه من يشأ ولااله واسع‌عليم.» در اين آيت نيز سخن از ارتداد فکری و عقيدتی نيست؛ بلکه منظور اين است که اگر شما از جامعه‌ی مسلمانان خارج شويد خداوند مردمانی را می‌آورد که خدا را دوست بدارند و در راه خدا جهاد و مبارزه نمايند و از هيچ سرزنشی نترسند... ۴_ آيت ۱۰۶ سوره‌ نحل: «من کفر بالله من بعد ايمانه الا من اکره و قلبه مطمئن بالايمان و لاکن من شرح بالکفر صدراً فقليهم غضب من الله و لهم عذاب عظيم.» آيت شريف در باره‌ی ياسر، سميه، عمار و بعضی ديگر از اصحاب و ياران پيامبر است که پس از هجرت آن حضرت به مدينه، از جانب مشرکان مکه دستگير شده مورد آزار و شکنجه قرار گرفتند. عمار نتوانست در برابر شکنجه‌ها تحمل کند و به خواست شکنجه‌گران که سب رسول خدا و ستايش از بت‌های مشرکان بود، تن داد. وقتی که آزاد شد به مدينه خدمت رسول خدا رسيد و ماجرا را تعريف کرد. حضرت پرسيد: زمانی که دشنام دادی در قلبت چه گذشت؟ عرض کرد: قلباً ناراحت بودم. آيت شريفه نازل شد و او را تبرئه کرد. اين آيت هم مربوط به ارتداد فکری و عقيدتی نيست. يعنی اگر کسی نسبت به بعضی از عقايد اسلامی شک کند و يا اعتقاد غير اسلامی پيدا کند، آيت مورد نظر شامل موضوع نمی‌شود. ۵_ آيت ۸۶ سوره‌ی آل عمران: «کيف يهدی الله قوماً کفروا بعد ايمانهم و شهدوا ان الرسول حق جائهم البيتات والله لا يهدی القوم الظالمين.» چگونه خداوند قومی را هدايت کند که بعد از ايمان آوردن و شهات دادن به حقانيت رسول و اين که رسول خدا با دلايل و بينات به سوی آنان آمده، کفرورزند. خداوند مردمان ظالم را هدايت نمی‌کند. ۶_ آيت ۱۳۷ سوره‌ی نسأ: «ان الذين آمنوا ثم کفروا هم آمنوا ثم کفروا ثمازدادوا کفراً لم يکن الله ليغفرلهم و لا ليهديهم سبيلا شرالمنافقين بان لهم عذاباً اليما.» مقصود از آيت شريفه اين است که جمعی مسلمانی را بازيچه قرار داده‌اند و با تشکيل حزب، گروه و دسته، روزی مسلمان می‌شوند، فردا کافر می‌گردند، دوباره مسلمان می‌شوند، بار ديگر کفر می‌ورزند. چنين رفتاری ارتداد سياسی است نه فکری و اعتقادی.۷_ آيت ۷۴ سوره‌ی توبه: «يحلفون بالله ماقالوا و لقد قالوا کلمة الکفر و کفروا و بعد اسلامهم و هموا بمالم ينالوا و مانقموا الا ان اغنيهم الله و رسوله من فضله فان يتوبوا بک خيراً لهم وان يتوبوا بيعذبهم الله عذاباً اليماً فی‌الدنيا والآخرة و مالهم فی‌الارض من ولی و لايضر.» آيت مبارک مربوط به ماجرای عامر و شخصی است که پشت سر رسول خدا بدگويی کرده بود و سرانجام با نزول اين آيت دروغش آشکار گشت و خود نيز اعتراف نمود، که قبلاً توضيح داده شد. از مطالعه‌ی آيات شريفه‌ی قرآن مطالب زير قابل استناط است:۱_ در قران مقدس آيتی که به طور اجمال يا تفصيل احکام ارتداد و حد ارتداد را بياان کند وجود ندارد؛ بلکه ارتدادها در صدر اسلام و هنگام نزول قرآن، معمولاً دارای انگيزه‌ی سياسی، مادی يا فرقه‌ای بوده که به صورت دسته جمعی صورت می‌گرفته است. ارتداد در آن ايام حالت اجتماعی، حزبی و گروهی داشته که از لحاظ نظم اجتماعی و اخلاقی تشکيلاتی شکننده و خطرناک بوده، لذا چنين حرکاتی ممنوع اعلام شده و حرام تلقی گشته است. ۲_ ارتدادهای صدر اسلام نوعاً به منظورتضعيف دين يا فرار از مجازات و يا نپرداختن ماليات و زکات و مانند اين‌ها صورت می‌گرفته است؛ لذا ارتداد فکری و عقيدتی و اين که صرفاً حالت انديشه و عقيده داشته باشد و شخصی بدون انگيزه‌ی بيرونی و تنها به منظور اقناع ذهن از دين منصرف شده باشد، در قرآن مورد توجه قرار نگرفته و احکامی در اين مورد صادر نگشته است. ۳_ در تاريخ صدر اسلام کسی را سراغ نداريم که حد ارتداد بر او جاری شده باشد. ۴_ در صدر اسلام، تمامی انواع ارتداد قابل استتابه بوده و مرتد به طور مطلق قابل عفو و بخشش بوده است. گرچه برخی احتمال داده اندکه در صدر اسلام،؛ عنوان مرتد فطری متصور نبوده چرا که همه‌ی مرتدان آن روز، سابقه‌ی کفر داشته‌اند. به هر حال، اگر ما باشيم و آيات قرآن مقدس، چنين استنباط می‌شود که قرآن آزادی عقيده وانديشه را به عنوان يک اصل پذيرفته و خود را پرچمدار آزادی فکری و اعتقادی معرفی نموده و همواره تفکر و تقل را سرلوحه کار خود قرار داده ومردم را دعوت به تفکر و تعقل نموده است.قرآن مقدس در يک آيت، خطاب به مشرکان و کفار قريش می‌گويد: «لکم دينک ولی دين» و در جای ديگر می‌گويد: «لا اکراه فی‌الدين» و در آيت ديگر مقرر می‌دارد: «من شا فلیؤمن ومن شأ فليکفر» و در آيت ديگر مقرر می‌دارد: «انا هديناه النجدين اما شاکراً و اما کفوراً» اين آيات مبارک آزادی عقيده، ايمان، فکر و انديشه را تضمين نموده و بارها اعلام داشته است. بر اين اساس اگر آيات ا رتداد شامل ارتداد فکری و عقيدتی شوند و يا بيانگر حد ارتداد باشند، در متن قرآن تناقض پديدار می‌شود. درست است که ارتداد از ديدگاه قرآن حرام است، ولی جرم نيست قابل مجازات و اجبار و اکراه و تهديد نيست. مانند کذب يا ربا يا خودکشی که حرام تلقی می‌‌شوند اما جرم محسوب نمی‌شوند فی‌المثل اگر کسی دروغ گفت قابل تعقيب قضايی نيست، مگر در موارد خاص مانند شهادت دروغ يا قسم دروغ که از موضع بحث خارج است.در نهايت می‌توان گفت که اگر آيات مبارک قرآن شامل ارتداد فکری و عقيدتی شوند و برای چنين ارتدادی نيز وعده‌ی عذاب در آخرت بدهند، بازهم از ديدگاه قرآن ارتداد فکری و عقيدتی جرم تلقی نمی‌شود و قابل مجازات دنيوی نيست. ارتداد از ديدگاه رواياتدر بخش اول، تعريف ارتداد و ديدگاه قرآن مقدس را در مورد آن مطالعه و بررسی نموديم. اينک بايد ارتداد را با عينک روايات بنگريم و اقسام آن را شناسايی نماييم. در فقه اماميه که بر آمده از روايات است، مرتد را بر دوگروه طبقه بندی نموده‌اند، مرتد فطری و مرتد ملی، و هرکدام را دارای احکام جداگانه قلمداد کرده‌اند؛ ولی در فقه اهل سنت تفاوتی بين مرتد ملی و مرتد فطری، از لحاظ حکم و آثار جزايی قايل نگشته‌اند.واژه‌های: مرتد فطری و مرتد ملی، نه از آيات قرآن و نه از روايات مستفاد گشته بلکه از اختراعات و صناعات عالمان فقه است. آثاری که بر اصطلاح مرتد فطری و مرتد ملی مترتب ساخته‌اند نيز فاقد دليل معتبر بوده از صحت و اتقاق کافی برخوردار نيست. مرتد فطری و مرتدملیدر تعريف واژه‌های فقهی ارتداد و تعيين مصداق آن‌ها اختلافات بسيار وجود دارد؛ برخی گفته‌اند: هرکس پدر و مادرش و يا يکی ازآنان هنگام انعقاد نطفه‌ی او مسلمان باشند و اين فرزند متولد شود و بعداً‌ از اسلام روبگرداند «مرتد فطری» است، و هرکس پدر و مادرش هنگام انعقاد نطفه‌ی وی کافر باشند و او متولد شود، سپس مسلمان شده دوباره کافر شود «مرتد ملی» است.برخی ديگر اسلام والدين را در حين تولد فرزند ملاک قرار داده و گفته‌اند: اگر شخصی در خانواده‌ی مسلمان متولد شود و سپس از اسلام برگردد، چنين شخصی «مرتد فطری» است، و مسلمان بودن پدر و مادر در حين انعقاد نطفه به تنهايی کفايت نمی‌کند. برخی ديگر مسلمان بودن شخص را در هنگام بلوغ شرط دانسته‌اند و گفته‌اند: مرتد فطری کسی است که تا زمان بلوغ مسلمان باشد و بعد از بلوغ از اسلام برگردد، ولی اگر قبل از بلوغ کافر شود وکفرش تازمان بلوغ ادامه پيدا کند، سپس مسلمان شود و بار ديگر کافر گردد، مرتد فطری نيست.جمعی گفته‌اند که مسلمان آماری بودن پدر و مادر کفايت نمی‌کند؛ بلکه پدر و مادر می‌بايست از حين انعقاد نطفه‌ی فرزند مسلمان باشند و مسلمان بودنشان تا زمان بلوغ فرزند ادامه داشته باشد و نيز پدر و مادر عارف به احکام دين و عامل به آن‌ها باشند و در محيط اسلامی نيز سکونت داشته‌باشند. در اين صورت اگر فرزندشان بعد از رسيدن به سن بلوغ کافر گردد، مصداق «مرتد فطری» قرار خواهد گرفت؛ ولی درصورتی که شرايط بالا جمع نباشد ارتداد فطری تحقق پيدا نمی‌کند. فقيهان شيعه در تعريف مرتد و اقسام و انواع آن گفت‌و‌گوهای بسيار نموده‌اند؛ ولی آنچه معروف و مشهور و در عين حال روشن است، دو گروه از مرتدان می‌باشند که از لحاظ موضوع و مصداق قابل درک و فهم و اطمينان می‌باشند:۱_ کسی که پدر و مادر او هنگام انعقاد نطفه‌ی وی، مسلمان باشند و تازمان بلوغ او مسلمان باقی بمانند و فرزند نيز تا زمان بلوغ مسلمان باشد و سپس از اسلام برگردد، به اتفاق همه‌ی عالمان شيعه مرتد فطری است.۲_ کسی که از پدر و مادر غير مسلمان متولد گردد و تا زمان بلوغ به کفر خود باقی بماند و پدر و مادرش نيز تا آن هنگام کافر باشند. اگر پس از سن بلوغ مسلمان شود و دوباره کافر گردد به اتفاق همه‌ی علماء مرتد ملی می‌باشد.با اين همه ازديدگاه اين قلم تفاوتی بين مرتد فطری و ملی وجود ندارد و تفاوت‌های مذکور در کتب فقهی فاقد دليل معتبر است. مع‌ذلک، مسأله‌ی مزبور را مورد گفت‌و‌گو قرار می‌دهيم تا نتيجه‌ی حاصله را گزارش نماييم.روايات باب ارتداددرباب ارتداد، روايات زيادی مذکور گشته که اکثر آن‌ها ناظر به ارتداد فطری و پيامد‌ها و مجازات‌های آنست. برخی از فقيهان حدود يازده روايت را در باب ارتداد مورد بحث قرار داده و برخی ديگر به ذکر هشت روايت بسنده کرده‌اند. در بين اين روايات تنها يک روايت صحيحه و يک روايت موثقه وجود دارد، اما بقيه‌ی روايات يا ضعيف و يا مجعول هستند. اينک به تعدادی از اين روايات توجه نماييد.روايت اول:«محمد بن الحسن باسناده عن الحسين بن سعيد قال: قرأت بخط رجل الی ابی‌الحسن الرضاء:‌رجل ولد علی الاسلام ثم کفروا شرک و خرج عن الاسلام، هل يستتاب او يقتل ولايستتاب؟ فکتب(ع) يقتل.»۹حسين بن سعيد می‌گويد: در مکتوبی خواندم که به امام رضا نوشته‌شده بود: مردی در خانواده‌ی مسلمان متولد شده سپس کافر شده و مشرک گرديده و از اسلام خارج گرديده آيا توبه داده می‌شود يا کشته می‌شود؟ پس امام رضا نوشت: کشته می‌شود.در ادامه‌ی روايت آمده: «فاماالمرأة اذا ارتدت فانهالا تقتل علی کل حال، بل تخلّد فی‌السجن ان لم تتب.» زن مرتد به هيچ حال کشته نمی‌شود، بلکه محکوم به زندان ابد می‌گردد، در صورتی که توبه نکند. اين روايت از لحاظ سند صحيح است و از عمده ترين دلايل باب ارتاد می‌باشد.فقيهان گفته‌اند: برای به دست آوردن ملاک و معيار «مرتد فطری» بايد به جمله‌ی «ولد علی الاسلام» توجه نمود گرچه فقيهان شيعه در مورد اين جمله و مصادق آن گفت‌وگو و جدال بسيار کرده‌اند، ولی قدر متقين از مصداق اين جمله کسی است که در خانواده‌ی مسلمان و در محيط اسلامی به وجود آمده باشد و پس از رسيدن به بلوغ اظهار کفر و بازگشت از اسلام نموده باشد؛ بنابراين کسانی که صراحتاً اظهار کفر نکرده و يا از عقيده‌ی الحادی خود تبليغ نکرده و اقرار جدی و صريح بر ارتداد خود نکرده باشد مصداق مرتد واقع نمی‌شود و هيچ کس حق ندارد به او افترای کفر و الحاد وارد کند. کلماتی همچون «کفر و اشرک و خرج عن الاسلام» بيانگر تصميم جدی، صريح و قاطع است. شخص مرتد بايد بدون ترديد و حتا بدون توجيه عقيده‌ی اسلامی خود را از دست داده باشد؛ زيرا عقيده يک امر باطنی است و کسی جز خود شخص نمی‌داند. کسی که شهادت را بر زبان جاری نموده تا وقتی که اظهار بازگشت از اسلام نکند ما وظيفه داريم او را مسلمان بدانيم حتا اگر در دل خود ترديد‌هايی داشته باشد و يا مطالبی را بر زبان بياورد که به نظر ما صحيح نباشد؛ بلکه جايز نيست که از او سوال شود که به اسلام يا فلان مسأله‌ی اسلامی عقيده دارد يا خير. قرآن کريم می‌گويد: «ولال تقولوا لمن القی اليکم السلام، لست مومناً»۱۰ به کسی که به شما سلام می‌کند نگوييد که مسلمان نيستی.بنا به مراتب، از روايت مورد نظر بهره می‌شود کسی که حداقل واجد دو شرط باشد مرتد فطری محسوب می‌شود:اولاً، در خانواده‌ی مسلمان به وجود آمده باشد. علی هذا مسلمان بودن يکی از والدين کفايت نمی‌کند.ثانياً، علاوه بر بی اعتقادی، آن را صراحتاً ابراز و اعلام نموده باشد. هرچند، اين روايت از لحاظ سند بی‌اشکال است، ولی مفاد روايت به سه علت مردود است:علت اول آن که، اين روايت برخلاف قرآن است؛ زيرا در قرآن برای ارتداد مجازاتی مقرر نگشته و تفاوتی بين مجازات زن و مرد نيز قايل نشده است. علت دوم آن که، حکم قتل مرتد فطری يا عدم استيتابه‌ی او، که در خانواده‌ی مسلمان به وجود آمده، يک حکم جبری است و عين تکليف به مالايطاق می‌باشد؛ چرا که متولد شدن در خانواده‌ی مسلمان، يک امر اختياری نيست، پس چگونه مجازاتی را تحمل کند و يا تشديد مجازاتی را بپذيرد که از قدرت و توانش خارج باشد؟ عليت سوم آن‌که، مفاد اين رواست مغاير با سيره‌ی رسول خداست؛ زيرا رسول اعظم اسلام هيچ مرتدی را مجازات يا اعدام نکرده‌ است.روايت دوم:عمار ساباتی از امام صادق نقل می‌کند: «ن کهسمعت ابا عبدالله(ع) يقول: کل مسلم بين مسلمين ارتد عن الاسلام و جحد محمد(ع) نبوّته و کذّبه، فان دمه مباح لمن سمع ذلک منه و امرأته باينة منه و يقسم ماله علی ورثته و تعتدامراته عدة المتوفی عنها زوجها و علی الامام ان يقتله ولايستتيبه»۱۱ از امام صادق شنيدم که گفت: هر مسلمانی در ميان دو مسلمان (پدر و مادر) يا جامعه‌ی اسلامی، متولد شود و از اسلام مرتد شود و نبوت نبی را انکار نمايد و تکذيبش کند، پس هرآينه خون او مباح است برای کسی که از او بشنود و از روزی که مرتد می‌شود همسرش از او جدا می‌گردد و به وی نزديک نمی‌شود، و مالش بر ورثه‌اش تقسيم می‌گردد و زوجه‌اش عده‌ی وفات نگه می‌دارد و بر امام است که او را به قتل برساند و توبه‌اش ندهد.در اين روايت چند مطلب قابل توجه و دقت است: ۱_ آيا واژه «بين مسلمين» با صيغه‌ی جمع قرائت شود يا تشنيه؟۲_ آيا واژه‌ی «مسلمين» بدون «ال» صحيح است يا غلط؟۳_ آيا منظور از جمله‌: «حجد و کذب» شک و ترديد است يا به طور يقين اعتقاداتش را از دست بدهد؟۴_ جمله‌ی: «فان دمه مباح لمن سمع ذلک منه» يعنی هرکسی که مستقيماً ارتداد شخص را بشنود می‌تواند او را بکشد، يک نوع بی‌احتياطی در برابر جان مردم است. اين جمله برخلاف قاعده‌ی نظم است. اين جمله مغاير با عقل، تجربه و تمدن بشری است. اين جمله برخلاف حقوق بشر است. اين جمله مغاير با حقوق اوليه‌ی متهم که دفاع از خود در يک محکمه صالحه باشد نيز می‌باشد.۵_ صدر و ذيل اَن روايت متناقض است؛ زيرا در صدر آن آمد که هرکس می‌تواند مرتد را بکشد و در ذيل آن آمد که امام بايد او را بکشد و توبه‌اش ندهد.۶_ اين روايت برخلاف قرآن مقدس می‌باشد و دارای احکام من در آوردی از قبيل کشتن مرتد، جدايی همسرش، تقسيم اموالش و ... که تمام اين احکام جعلی و غير دينی می‌باشد.۷_ سند اين روايت هم ضعيف است؛ علی هذا قابل استناد نيست.روايت سوم:«عن امير‌المؤمنين(ع) امر بقتل المرتد و قال: من ولد علی الاسلام فبدل دينه قتل و لم يستتب.»۱۲ امام علی دستور به قتل مرتد داد و فرمود: هرکس مسلمان متولد شود، سپس دين خود را تبديل کند کشته می‌شود و توبه داده نمی‌شود.اين روايت نيز بر خلاف قرآن است. مرسل است. ضعيف‌السند و از کتاب ضعيف دعائم‌الاسلام نقل شده است. شايد ناظر به اوضاع سياسی زمان امام علی باشد که مرتدان خوارج مشکلاتی را برای جامعه‌ی اسلامی و حکومت امام علی پديد آورده بودند. روايت چهارم«عن فضيل بن يسار، عن ابی عبدالله(۱۴) ان رجلاً من المسلمين تنصر، فأتی به امير‌المؤمنين، فاستتابه فابی عليه، فقبض علی شعره ثم قال: طئوا يا عباد الله فوطیء حتی مات (فوطئوا حتی مات).»۱۳ فضيل بن يسار از امام صادق نقل می‌کند که فرمود: مردی از مسلمان‌ها نصرانی شد. پس او را نزد امير‌المؤمنين آوردند آنگاه توبه‌اش داد. ولی او از قبول توبه امتناع ورزيد. پس مويش را گرفته گفت: ای بنده‌گان خدا لگد کوبش کنيد! پس اورا لگد کوب کردند تا مرد.اين روايت برخلاف فتوای مشهور و روايات سابق الذکر است که توبه‌ی مرتد فطری پذيرفته می‌شود يا او را توبه دادند ولی اتو توبه نکرد.اين روايت برخلاف قرآن است که مرتد را محکوم به قتل دانسته است. اين روايت قتل غير متعارف (بالگد کوب) و همراه با شکنجه را به امام علی(ع) نسبت داده که افترا و بدعت است. اين روايت ضعيف‌السند نيز می‌باشد. بنابراين قابل استناد نيست.روايت پنجم:«عن ابی عبدالله: فی الصبی يختارالشرک و هو بين ابويه، قال: لايترک و ذاک اذا کان احد ابويه نصرانيا.» از امام صادق(ع) در مورد کودکی که با پدر و مادرش زندگی می‌کرد و شرک را اختيار کرده بود سوال شد: حضرت فرمود:‌ رها نمی‌شود و اين زمانی است که يکی از والدينش نصرانی و ديگری مسلمان باشد.دراين روايت علاوه بر مخالفت با قرآن چند نکته‌ی ديگر نيز قابل ذکر است:۱_ مجازات قتل يا رها نشدن در مورد شخص نابالغ بر خلاف عدالت و مسلمات دين است.۲_ اين روايت از لحاظ سند به جهت قاسم بن سليمان مجهول، ضعيف است.۳_ اين که فرزند تابع اشرف والدين است، يک سخن مشهور و بی اساس است به علاوه آن که برخلاف قواعد حقوق جزای اسلامی است، زيرا قانون جزا بايد به نفع متهم تفسير شود و يا تفسيری پذيرفته شود که مجازات را تخفيف می‌دهد و نه اين که تشديد کند، علی هذا در موضوع روايت فوق، فرزند تابع پدر يا مادر مسلمان دانسته شده و اين تفسير مجازات را تشديد می‌کند، لذا صحيح نيست.۴_ اين روايت برخلاف قاعده‌ی مشهور و مسلم مجازات اسلامی است که می‌گويد: «تدر‌ءالحدود بالشبهات» يعنی حدود و مجازات‌ها با اندک شبه‌ای منتفی می‌شود. علی هذا در موضوع روايت، فرزند بايد تابع پدر يا مادر غير مسلمان محسوب شود تا از قتل نفس جلوگيری شود.روايت ششم:«عن علی بن جعفر عن اخيه‌الی‌الحسن قال: سألته عن مسلم تنصر، قال: يقتل ولا يستتاب. قلت: فنصرانی اسلم ثم ارتد. قال: يستتاب فان رجع و الا قتل.»۱۵ علی بن جعفر از برادرش ابوالحسن نقل می‌کند که از او در مورد مسلمانی که مسيحی شده است سوال نمودم. فرمود: کشته می‌شود و توبه داده نمی‌شود. گفتم: پس مسيحی اگر مسلمان شود و سپس از اسلام برگردد؟ گفت: توبه داده می‌شود اگر توبه کرد و به اسلام بازگشت که هيچ و اگر توبه نکرد کشته می‌شود.اين روايت از لحاظ سند بی‌اشکال است و در بردارنده‌ی حکم مرتد فطری و ملی نيز هست که اين تفاوت، خود محل نقد و نظر می‌باشد.در باب ارتداد، روايات متعددی را نقل کرده‌اند که مهمترين آن‌ها همين چند روايت است که از باب نمونه ذکر شد. اينک نگاه کلی به مفاد تمامی روايات می‌کنيم و عقيده‌ی خود را مذکور می‌سازيم. نقد و نظردر باره‌ی روايات باب ارتداد، علاوه بر آن چه که در ذيل هر روايت گفته آمد مطالبی ديگر را نيز می‌توان فهرست‌وار بيان داشت:۱_ اين روايات مخالف قرآن و مخالف سيره‌ی رسول خدا می‌باشند؛ لذا قابل استناد و اعتماد نمی‌باشند.۲_ اين روايات از لحاظ سند ومنبع صدور مورد ترديد جدی هستند.۳_ اين روايات بر خلاف عقل و قواعد حقوق بشر در مورد آزادی عقيده می‌باشند.۴_ اين روايات بر خلاف قوانين اساسی کشورها‌ی اسلامی هستند که آزادی عقيده را ثبت نموده و شعار می‌دهند.۵_ اين روايات برخلاف صريح آيات قرآن در مورد آزادی مذهبی است که می‌گويد: «لا اکراه فی‌الدين» و «من شأن فليئومن و من شأ فليکفر» و «و ما علی الرسول الا البلاغ» و «انت مذکر لست عليهم بمصيطر» و «الذين يستمعون القول فيتبعون احسنه».۶_ اين روايات درمورد مرتد فطری، دارای حکم جبری هستند؛ چرا که مجازات قتل و عدم استتابه را به امری مترتب ساخته که در اختيار متهم يا مجرم نيست. (تولد در خانواده‌ی مسلمان)۷_ ارتداد در صدر اسلام و زمان رسول خدا، با اين که جنبه‌ی اجتماعی، سياسی و بی‌نظمی داشته و مرتدان تعمد داشتند که با ارتداد خود شکست و ضعف را به جامعه‌ی اسلامی تحميل کنند و همين امر باعث مجرمانه شدن عملشان می‌گشته است و معنای جرم جز اخلال به نظم چيز ديگر نيست، مع ذلک رسول عظيم‌الشأن اسلام آن را جرم ندانسته‌ مجازاتی را بر عليه مرتدان اعمال نکرده است و قرآن مقدس نيز مجرمانه بودن ارتداد را مقرر نداشته است. پس علمای اعلام اين احکام شديد و غلاظ را از کجا استنباط کرده‌اند؟۸_ دينداری يک مسئوليتی فردی و شخصی است، لذا پاسخ‌گويی آن نيز برعهده‌ی خود فرد در برابر خداوند می باشد، بدين لحاظ نفياً و اثباتاً‌ به ديگران مربوط نمی‌شود. ۹_ اگر ارتداد در زمان‌های قديم آثار سياسی و اجتماعی داشته و می‌توانسته شکست يا پيروزی جمعی را پديد بياورد، امروزه هيچ اثر سياسی و اجتماعی ندارد. علی هذا اگر فردی مرتد شود، جامعه و مردم هيچ عکس‌العملی ندارند. بنابراين اگر فرضاً ارتداد در برخی از مقطع‌های تاريخ اسلام حالت جرمی داشته است امروزه قطعاً يک عمل مجرمانه تلقی نمی‌شود.۱۰_ طرفداران حد ارتداد، جز چند روايت ضعيف و مجعول، مستندی از کتاب و عقل ندارند. واضح است که احراز صحت روايت و احراز صدور آن‌ها امری بسيار مشکل است.موجبات ارتداددين مقوله‌ی تشکيکی است. کسی که شهادتين را حتا با اکراه بر زبان جاری می‌کند مسلمان است. کسی که به احکام دين عمل می‌کند او نيز مسلمان است. کسی که عابد و زاهد و شب زنده دار «صائماًً بالنهار و قائماً بالليل» باشد نيز مسلمان است. از طرف ديگر، دين اسلام يک سلسله قواع و احکام می‌باشد که ريشه در وحی و الهام دارد. مکتب اسلام دارای ابعاد مادی، معنوی، اخلاقی، عبادی، سياسی، اجتماعی و حقوقی است. حال بايد ديد و به دقت نظر نمود که ترديد و انکار کدام بعد از ابعاد اسلام يا کدام بخش از بخش‌های مختلف آن، موجب ارتداد می‌شود.آن چه که در ميان فقيهان معروف و مشهور است و در هرکوی و برزن شنيده می‌شود اين است که انکار ضروری دين باعث ارتداد می‌گردد.ضروری دين چيست؟فقيهان معظم در هيچ بعد از ابعاد ارتداد و مسايل مربوط به آن اتفاق نظر ندارند، البته واضح است يک مساله‌ای که مستند به قرآن مقدس نباشد و در قرآن عنوان‌های مرتد فطری و ملی نيامده باشد، عنوان ضروری دين نيامده باشد و ... مورد اختلاف خواهد بود. بدين ترتيب مسأله‌ی ضروری دين نيز مورد اختلاف فقيهان است. برخی گفته‌اند که علم شخص انکار کننده ملاک و معيار است. چنان چه شخصی علم به وجوب فعلی امری داشته باشد و در عين حال آن را انکار کند يا بگويد قبولش ندارم، ضروری را انکار نموده است. ولی مقدس اردبيلی اين امر را انکار ضروری نمی‌داند. برخی ديگر گفته‌اند: حکمی را که همه می‌دانند از اسلام است. حتا کفار هم جواز مسلمانان نيز می‌دانند که آن مسأله از اسلام است. يعنی چيزی که همه‌ی مردم به وضوح و بدون نياز به استدلال بدانند که جز اسلام است. اگر کسی چنين حکمی را انکار نمايد ضروری دين را انکار نموده است. در اين تعريف، ضروری دين يعنی امر بديهی دين.جمعی گفته‌اند: امری که مورد اتفاق تمامی فرق اسلامی باشد. يعنی مسلمانان در آن امر اجماع داشته باشند. ولی بايد گفت که انکار چنين امری معمولاً انکار اجماع محسوب می‌شود نه انکار ضروری.به هرحال، معنای دوم را می‌توان در تعريف ضروری مورد پذيرش قرار داد و گفت که: ضروری دين، يعنی امری که به طور بديهی، فطری و جبلی از دين دانسته شود و هرکس اعم از عالم وجاهل آن را جزء احکام اسلامی بداند. بر اين اساس، امامت امامان شيعه، غيبت امام زمان، رجعت ائمه‌ی اهل بيت، اعتبار سنت، حجيت اعمال اصحاب و خلفا، حجيت فتوای فقيهان و ... ضروری دين محسوب نمی‌شود.چرا منکر ضروری کافر است؟آيت‌الله موسوی اردبيلی در ذيل عنوان بالانوشته است:«همه می‌دانند که زکات واجب است، چنان که فردی گمان کند، زکات برای جوامع گذشته لازم بود، ولی امروز ماليات جايگزن آن شده و مردم دو نوع بديهی به دولت اسلامی ندارند. يکی به نام زکات و ديگری ماليات و دولت وظيفه دارد. فقرای جامعه را اداره کند. بنابر اين مصرفی برای زکات باقی نمی‌ماند، چنين فردی که از وجوب زکات اطلاع دارد، ولی با چنين شبه‌ای آن را امروزه انکار کند آيا مرتد است يا نه؟ اگر مرتد و کافر است، دليل ان کدام ؟ و اگر مرتد نيست آيا با کلمات فقها سازگار است يا نه؟اين که کسی پاسخ دهد: چون منکر ضروری است، پس کافر است، مصادره به مطلوب است. چون اعتقاد به ضروری دين جزء اعتقادات نيست. از اين رو فقها دو گروه شده‌اند: يک گروه معتقدند چون انکار ضروری دين به انکار و تکذيب پيامبر می‌انجامد، کافر است... پس ملاک تکذيب پيامبر است نه انکار ضروری.گروه ديگر معتقدند شخص به مجرد انکار ضرروی مرتد است. تصوير اين مطلب آنست که کسی بگويد: اين که همه‌ می‌گويند، پيامبر چنين فرموده، به نظر من آن‌ها مراد پيامبر را متوجه نشده‌اند، من فهميده‌ام که مراد پيامبر از تشريع زکات اين است که هرگاه ماليات ديگری بر شما واجب نبود، زکات واجب است. چنين فردی وجوب زکات را انکار می‌کند، اما معتقد است که پيامبر در شرايط امروز آن را واجب نمی‌داند، پس تکذيب پيامبر رخ نداده است.» (مجله‌ی حکومت اسلامی شماره‌۱۴، ص۹۵) مثال ديگر اين که اکثر فقيهان شيعه، خمس ارباح مکاسب را هم واجب می‌دانند و هم پرداخت آن را به مجتهد، لازم يا واجب می‌دانند، در حالی که جمع ديگر از فقيهان خمس ارباح مکاسب را در زمام غيبت واجب نمی‌دانند وعده‌ای ديگر، پرداخت آن را به مجتهد جايز نمی‌دانند، بلکه می‌گويند يا به سادات داده شود، يا دفن گردد يا نزد امينی به امانت گذاشته شود و ... برخی معتقدند که خمس اموال يک ملت جايز نيست که به خارج از کشور ارسال گردد و يا در اختيار مراجع اجنبی قرار گيرد و ...واضح است که چنين فتواهايی نه تنها موجب ارتداد و فسق نيست، بلکه سبب آگاهی مردم می‌شود و باعث رشد و ترقی علم می‌گردد.ارتداد از ديدگاه فقيهانشيخ مفيد (۴۱۳.ق.) می‌گويد: «من استحل الميتة اوالدم او لحم الخنزير عمن هو مولودعن فطرة فقدارتد بذلک عن الدين و وجب عليه القتل باجماع المسلمين.»۱۵کسی که ميته يا خون يا گوشت خوک را حلال بداند و مسلمان زاده باشد، با اين کار حقيقتاً مرتد می‌شود و قتل او به اجماع مسلمين واجب است.شهيد ثانی در مسالک الافهام می‌گويد: «ارتداد من ولد علی الاسلام بان انعقد حال اسلام احدابويه ...»۱۶ ارتداد کسی که براسلام متولد شده و نطفه‌اش در حال مسلمان بودن يکی از والدينش منعقد شده، تحقق پيدا می‌ ",علي محقق نسب په دغه ليکنه بند ته واستول شو. 897,حقمل," د افغانستان د اوبو او بريښنا وزارت په پام کې لري چي په راتلونکو دوو مياشتو کې له ازبکستان څخه افغانستان ته د بريښنا د ليږد د پروژې کار پيل کړي ، چې تر ٢٠٠٨ زيږديز کال پورې به بشپړ سي .ددغه وزارت سلاکار وايى ټول ټال به ٣٠٠ ميګاواټ او په لومړى قدم کې به ١٥٠ميګاواټ بريښنا له ازبکستان څخه تر لاسه کړي . د سلاکار په وينا ددغه پروژې ٤٠ ميليونه ډالر لګښت د اسيايي بانک له پور او ٢٢ ميليونه ډالرد المان هېواد له بلا عوضو مرستو څخه ورکول کيږى . د بريښنا مزي به حيرتان ، مزار ،پلخمر او کابل ته وغزول سي ، چي د مزار او پلخمري د سب سټيشن جوړولو لګښت المان ورکوي . ",٣٠٠ ميګاواټ بريښنا افغانستان له ازبکستانه پيري 898,حقمل," افغان ولسمشر حامد کرزي له امريکايي سناتور جان کيرى سره په کتنه کې هيله څرګنده کړه چي نړيواله ټولنه او امريکا د بريښنا ، د کرنيز سيستم د ميکانيزه کولو ،د پوليس دروزنې او يو شمير نورو اړينو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي . جان کيرى د هند او پاکستان له سفر وروسته د يکشنبې په ورځ کابل ته راورسيد او په بګرام کې يې د امريکايى ځواکونوله فوځي اډې څخه هم ليدنه کړې .کيرى د افغانستان د ملي شورا د جوړيدو په اړوند کرزى ته مبارکي وويله او دافغانستان د لاس ته راوړنو او پرمختګ څخه يې خوښي څرګنده کړې . دا لومړۍ ځل دى چي جان کيرى له افغانستان څخه ليدنه کوي . ",کرزي له امريکايي سناتور سره کتلي . 899,,"   دژورنالیزم دنړیوال مرکز له اړخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرکز دهیواد په پلازمینه کابل، ننگرهار، کندهار او هرات کې خبریالانو ته یو لړ روزنیز ورکشاپونه پیل کړي. ١٦٠ خبریالانو ته په اوو موضوعگانو دارپور ورکولو روزنه ورکول کیږي چې پکې روغتیا، بشري حقونه، چاپیریال ساتنه، پوهنه، دجندر مسایل، بیارغونه، اقتصادي پرمختیا او دقانون پلي کول شامل دي چې په دریو اونیو کې به ترسره شي. دغه راز دغه مرکز وایي چې دروان کال دفبروری په میاشت کې په بلخ، کندز، بامیان او خوست کې هم روزنیز پروگرامونه پیلوي. ددې پروژې مالي لگښت اروپايي ټولنه ورکوي چې پنځه مطبوعاتي موسسې دژورنالیزم نړیوال مرکز، پژواک خبري اژانس، کلید دIPS نړیوال اژانس او دسیارې مطبوعاتي موسسه برخه لري. ",دژورنالیزم نړیوال مرکز لخواخبریالانو ته روزنه ورکول 900,حقمل," د جاپان د کيودو خبري رسنۍ د خبر له مخې نن د جاپان په وخت په لسو بجو د امريکا يو وزر اف ١٥ الوتکه د اوکيناواى جزيرې ته نيږدې رالويدلې او پيلوټانو يې ځانونه ژغورلي دي . خبرى وايى رالويدلې الوتکه په اوکيناوا کې دکادينا په هوايي اډې پورې اړه لرله چي د غورځيدو لا مل يې نه دى په ګوته شوى . ",د امريکا جنګي الوتکه د جاپان په اوبو کې لويدلې . 901,," نن سهار د طولکرم په ښار کې د حماس غورځنګ ٢٤ کلن مشر محمود ثابت عياد په يو نيښته کې د اسرائيلو ځواکونو له خوا وژل شوي دي .اسرائيلي فوځي سرچينو اعلان کړى چې تيره شپه يې ٨ تنه فلسطينيان په کرانه باخترى کې بنديان کړى دي . ",د حماس غورځنګ يو ځوان مشر وژل شوي . 902,,"     دامريکا د متحدو ايالتونو څيړنيز فضايي مرکز (ناسا) به نن يوه نوې فضايي بيړۍ هوا ته وتوغوي.       دغه بيړۍ به د يو شپيته متريزه پياوړي او ګړندي راکټ په مرسته چې خپل ځواک د وړانګنو (راډيو اکتيف) توکو څخه ترلاسه کوي، فضا ته وتوغول شي. د سمبال شوي پلان له مخې، دا بيړۍ به په دوه زره و پنځلسم ميلادي کال کې پلوتو ستوري ته ورسيږي.      کارپوهان په دې اند دي چې اوس مهال ځمکې ته د مشتري سيارې د نژدې کيدو له امله، دخاورينې کرې جاذبې په نسبي توګه کمښت موندلی او که د دې بيړۍ توغول د فبروري مياشتې تر درېيمې پورې وځنډيږي، نو دا فرصت به له لاسه ووځي او دا کار به دوه زره و اتلسم ميلادي کال ته وځنډيږي. ددغې بيړۍ د توغولو موخه د لمريز نظام په دوه وو له لمر څخه ليرې ستورو (نپتون او پلوتو) کې علمي څيړنې دي.      دغه راکټ چې شپيته متره اوږدوالی لري، د امريکا د متحدو ايالتونو په فلوريدا ايالت کې د کاپي کانويرال له فضايي مرکز څخه توغول کيږي. ",ناسا نن يوه نوې فضايي بيړۍ توغوي. 903,,"   دهرات ولایت ښاروال ویلي چې دایټالیا هیواد ورسره مرسته کوي په مرسته کې به روغتونو ته دانټرنيټ لیکه تړل دایټالیا دهیواد دویرینا ښار سره وي درې موټر به دښار دپاکولو پرموخه ښاروالۍ ته ورکوي او داوروژنې په برخه کې به هم مرسته کوي. ",ایټالیا دهرات له ښاروالۍ سره مرسته کوي. 904,حقمل," يوې انګريزي ژبې خپرونى ليکلي چې په ٢٠٠٥ زيږديز کال کې څه ناڅه ٣٩ هوايي پېښې په نړۍ کې شوي چي په کې ١٠٥٠ تنه وژل شوي دي . دغه کچه د تيرو پنځو کلونو په پرتله ډيره جګه ده ، ځکه په ٢٠٠٤ کال کې ٢٨ وژونکي هوايې پېښې رامينځ ته شوې وې چي په کې ٤٦٦ تنه وژل شوي وو. ددغې خپرونې مشر دهوايي مرګ او ژوبلې له مخې تير کال يو ناهيلۍ کال وباله او زياته يې کړه چي د تير کال ډيره قربانيان ملکى سپرلۍ دي . د يادونې وړه ده ،چې په ١٩٩٦ کال کې په نړۍ کې ٥٧ هوايي پېښې رامينځ ته شوې ،چي په کې ١٨٤٠ تنه وژل شوى وو . ",تيرکال ١٠٥٠ تنه په هوايي پېښو کې مړه شوي دي . 905,حقمل," د امريکا د ولسمشر مرستيال ديک چيني منځنى ختيځ ته د خپل سفر په لړ کې پرون ماښام مصر ته رسيدلۍ او ددغه هېواد له ولسمشر حسنى مبارک سره يې د عراق ، لبنان ، سوريې ،فلسطين او اسرائيلو او يوشمير نور سيمه ايزو او نړيوالو موضوعاتو په هکله خبرې اترې کړي دي. دورځې په وروستيو کې به ديک چيني سعودى عربستان او له هغو وروسته کويټ ته لاړ شي . مصر او اسرائيل په سيمه کې د امريکا ډيرې مرستې تر لاسه کوي . په دغه سفر کې به د ايران پر اتومي مسله هم له عربي مشرانو سره خبرې وکړي . د ديک چيني سفر پر داسې مهال منځني ختيځ ته کيږي چې د اسرائيلو لومړۍ وزير لا بېسده په روغتون کې پروت دى . ",ديک چيني منځني ختيځ ته رسيدلۍ . 906,حقمل," د قرغيزستان د مجلس مشر عمربيګ تکه بايف تيره شپه په ټينګار سره ويلي قرغيزستان په پام کې لري ، چي خپل هېواد کې به د امريکاد هوايي اډې کلنۍ اجاره ٥٠ ميليونو ډالرو ته جګه کړي .د امريکا هوايي اډه ( مناس ) بشکيک ته نيږدې په زر هکتاره ځمکه کې پرته ده ، چي له دغه اډې څخه په افغانستان کې عملياتى چارې ترسره کيږي . د قرغيزستان ولسمشر قربان بيګ باقي يوف هم تيره مياشت له واشنگټن څخه د زياتې اجارې غوښتنه کړې وه . ",قرغيزستان د امريکايى اډې اجاره لوړه وي . 907, ګل آغا احمدي وردك,"  ګل آغا احمدي وردك په خپله ژبه ليكل او لوستل د هر انسان طبيعي حق دى او نوموړى حق د اسلام د مبارك دين اساساتو، آسماني لارښوونو، د بشر د حقوقو اعلاميې او ټولو معقولو اړخونو انسان ته روا ګڼلى دى. په همدې توګه د خپل دغه راز حق غوښتنه يو اسلامي او روا عمل ګڼل كيږي. له بلې خوا د خپل حق غوښتنه د نورو د حقوقو د ضياع او مخنيوي په مانا هم نه دى بلكي هغه بختور كار دى چې انسان ته هر اړخيزه علمي، ذهني، فرهنګي او ټولنيزه ښكلا ور په برخه كوي. د هيواد په پلازمينه او ولايتونو كې د پښتو ژبې پراختيا او په پوهنيزو بنسټونو كې د هغه رواجول د افغان ولس هر اړخيز حق دى او نوموړى كار په هيواد كې د نورو ژبو سره د تضاد او يا هم د هغه د كمزوري كولو په مانا نه دى بلكي د هيواد هر وګړى حق لري چې د اساسي قانون په رڼا كې د خپلې ژبې پراختيا ته هڅې وكړي، خپلې ژبې ته وده او پراختيا ور كړي. د افغان ولس هر بچى دغه راز هڅې ستايي او د هيواد د كلتوري بډاينې لپاره يې يو نيك ګام ګڼي. كه چيرې زموږ هر هيوادوال د هيواد خپلې ملي پښتو ژبې ته له احترام سره يو ځاى په خپله مورنۍ ژبه مسلط او په هغه باندې ليك لوست و كولاى شي نو بيا خو كه خداى (ج) كول ډير ژر به افغانستان د پوهنيزو ښكلاوو د سمسور پسرلي رنګارنګ ګلونه د خپلې هر اړخيزې ښكلا د ليلا له كمڅو څخه را تاو كاندي. د روان ۱۳۸۴ هجري لمريز كال د مرغومې د مياشتې په ۱۰ نيټه د ټول ا فغان د بريښنايي پاڼې له لوري خبر خپور شو چې د هرات د ولايت د شينډنډ سپين ږيرو، مشرانو او زياتو اوسيدونكيو له حكومتي چارواكو څخه غوښتنه كړيده څو د دوى په سيمه كې خپلو ماشومانو ته د ليك لوست زمينه په خپله مورنۍ پښتو ژبه برابره شي او ګواښ يې كړى دى چې كه چيرې د وخت چارواكي دا كار و نه كړي نو خپل ماشومان به ښوونځيو ته له تګ څخه منع كړي. په همدې توګه نوموړى خبر د آزادۍ د راديو له لارې هم خپور شوى دى. ځينو ليكوالو د پښتو ژبې يون ته د خپلو هڅو په لړ كې دغه ګام د لومړي بري په توګه ګڼلى او د هيواد په پلازمينه او ولايتونو كې يې له هيوادوالو څخه د ورته غږ پورته كولو هيله كړيده. په همدې توګه ځينو هيوادپالو ليكوالو د هيواد له ولسمشر، حكومتي لوړ پوړو چارواكو، او د ښوونې او روزنې له بهير څخه په كلكه غوښتنه كړې ده چې د هيواد د اساسي قانون په رڼا كې دې د افغان ولس دغه برحقې او قانوني غوښتنې ته په سطحي شكل نه ګوري بلكي افغان ولس هيله لري او په كلكه له خپلو چارواكو څخه غواړي چې نور يې نو د خپل دغه ديني، ملي، قانوني او ټولنيز حق څخه محروم و نه ګرزوي او نه يې هم په خپلو ماشومانو د بلې ژبې زده كړه تحميل كړي. په همدې توګه افغان ولس د هيواد په پلازمينه او ټولو ولايتونو كې له فرهنګې كړيو، ليكوالو، شاعرانو، حكومتي چارواكو، سپين ږيرو، مشرانو، د ولسي او مشرانو جرګو له وكيلانو څخه هيله لري چې په يوه آواز د خپلو دغه راز روا حقوقو د لاسته راوړلو لپاره په يووالي او ټينګ هوډ سره غږ پورته او خپلې غوښتنې په دې ډول مطرح كړي: لومړى: د هيواد د پلازمينې كابل په ټولو ښوونځيو كې له لومړي ټولګي څخه نيولي تر دولسم ټولګي پورې د نور ژبو د ټولګيو تر څنګ دې په پښتو ژبه ټولګي هم تشكيل شي او دا كار كوم سخت او ناشونى كار نه دى بلكي ډير ژر يې د عملي كيدو چانس شته دى. بايد وويل شي چې د كابل د ښار په هره ښوونځۍ او ليسه كې د پښتو ژبې د زده كوونكو او ښوونكيو شمير د نورو ژبو له ويونكيو څخه زيات دى. بل دا چې زموږ هيواد په پښتو ژبه نصاب او كتابونه لري خو يوازې شايد د يو څه پښتو كتابونو چاپولو ته اړتيا وي چې حكومت ته نوموړى كار يوه جدي ستونزه نه شي ګڼل كيداى. نوموړى كار هله شونى دى چې په كابل كې اوسيدونكي پښتانه په پراخه پيمانه او د خپلو سوله ايزو هڅو په بنسټ دغه غوښتنه د ښوونې او روزنې او نورو حكومتي چارواكو په وړاندې په كلكه توګه مطرح كړي. لومړى دې د هيواد ولسمشر او بيا دې د ښوونې او روزنې وزارت ته خپلې غوښتنې په جدي او ټوليزه توګه وړاندې او خپل دغه ملي، اسلامي، قانوني او ټولنيز حق دې اعاده كړي. دوهم: له ټولو افغان خواخوږو حكومتي چارواكو، كلتوري كړيو، ليكوالو, شاعرانو او د پښتو ژبې له مينه والو څخه هيله كيږي چې خپل دغه مبارك يون نور هم ګړندى او د عمل ډګر ته يې وړاندې كړي. په دې توګه دې خپلې غوښتنې تر هغه مهال پورې په جدي توګه د هيواد د ولسمشر او چارواكو غوږونو ته ورسوي تر څو چې يې په دې اړه يوه كوټلې عملي ژمنه نه وي تر لاسه كړي. البته د نوموړى كار ښه شونتيا هغه مهال رامنځته كيداى شي چې نوموړې غوښتنې د يوه غوره نظم او يووالي په فضا كې تر سره شي او په ټوليزه توګه د هيواد د ولسمشر دفتر او د ښوونې او روزنې وزارت ته يووالي سره غوښتنليكونه او عريضې وړاندې شي. دريم: د دې لپاره ژورې هلې ځلې په كار دي چې د هيواد د پلازمينې او ولايتونو په ټولو حكومتي دفترونو كې د پښتو ژبې ليكدود، په پښتو ژبه باندې د اسنادو، عرايضو او مكتوبونو ليكل او دفتري امورو ته د پښتو ژبې ليږدول رواج كړي. د دې كار لپاره داسې يوه پراخ او هر اړخيز كار ته اړتيا ليدل كيږي چې افغان ولس د ټول هيواد په كچه د خپلې ژبې له اهميت او پراختيا څخه په پوره توګه خبر كړاى شي او هغه خطرونه ورته په ګوته شي چې زموږ ملي ژبه د ګوښه كيدو په لوري بيايي. دريم: د هيواد د ښوونې او روزنې په ټولو لوړو تحصيلي موسساتو او پوهنتونونو كې هم بايد نوموړى اصل په كلكه توګه په پام كې و نيول شي او كه يو ليكچر په بله ژبه وي نو يو ليكچر دې هرو مرو په پښتو ژبه وي. البته بايد وويل شي چې كه نور هيوادوال په پښتو ژبه نه پوهيږي نوموړى كار د هغه سستي او لټي ده ځكه چې بهرنۍ ژبې زده كيداى شي خو خپله د هيواد ملي ژبه نه شي زده كولاى. كه پښتانه د هيواد نورې ژبې زده كولاى او له هغه سره هيڅ راز حساسيت نه څرګندوي نو نور ښاغلي ولې دا كار نه شي كولاى؟ څلورم: بيا هم د يوه ملي او هر اړخيز يووالي په توګه دې د هيواد په پلازمينه او ولايتونو كې ټول پښتانه هټۍ وال، دوكانداران، روغتيا پالان او هر راز كاركوونكي د هيوادنۍ مينې په توګه او خپلې ژبې ته د خدمت په موخه د خپلو پلورنځيو او كارځايونو لوحې او سرليكنې په پښتو ژبه وليكي. بايد وويل چې نوموړى كار د هغه په كاري پروسه باندې كومه منفي اغيزه نه كوي بلكي د زياتو مثبتو اغيزو درلودونكى دى. د پښتو ژبې د ودې او پراختيا لپاره زياتو عملي ګامونو ته اړتيا شته چې ځينو عملي ګامونو ته يې اشاره وشوه دا او د دې په څير نور داسې ګټور ګامونه كولى شي چې د هيواد په پلازمينه كابل او د ولايتونو په پوهنيزو موسساتو، حكومتي دفترونو، ښوونځيو، ليسو او پوهنتونونو كې د پښتو ژبې د حقوقو له اعاده كولو سره مرسته وكړي. پښتو ژبه او د هغه وده د هر افغان طبيعي حق دى او نوموړى حق هله تر لاسه كيداى شي چې د خپلې خوږې پښتو د هراړخيز رواجولو او د هغه د حقوقو د اعاده كولو لپاره په پراخه پيمانه كار پيل شي. په دې ځاى كې د ټولو افغانانو تر منځ اخلاص، يووالى، ورورګلوي او خپلې ژبې ته ژور عملي احترام تر ټولو غوره ګامونه دي. په ښوونيزو موسساتو، حكومتي دفترونو او ټولنيز ډګر كې د هغه پراخ رواجول د نوموړي يون يوه اساسي برخه ګڼل كيږي هيله ده چې دغه لړۍ ته د پوره برياليتوب تر څوكې پورې پيمانه دوام وركړاى شي. ",د شينډنډ غږ د افغانستان غږ 908,," جلالزی = کابل د افغانستان له خاوری د ترکمنستان د گازو لیږدونه به پاکستان ته د دریو هیوادو په گټه وي  دا ټکی د افغانستان د کانو او صنایعو وزیر انجینر صدیق څر گند کړ. نوموړي وزیر چه په پاکستان کښي د ترکمنستان او پاکستان د لوړ پورو چارواکو سره خبري کولې وویل چه افغانستان د گاونډیو هیوادو سره د مرستي کولو لیوال دی . د پاکستان له ا ړخه د سون موادو وزیر امان الله خان جادون بیا وویل چه دا خبري ډیري اغیز مني وې او راتلونکې غونډه به په راتلونکي میلادي میاشت فبروري کښي د ترکمنستان په پلازمینه عشق اباد کښي تر سره شي . د دې ملیون ډالري پروژې په گټه اخیستني سره به د ترکمنستان گاز د افغانستان له خاوري تیر او پاکستان ته به ورسیږي . د اقتصادي چارو ماهرین وایي په دی کار سره به په کال کښي په ملیونونوډالره افغانستان ته دټکس له لاري په لاس ور شي . له بل لوري د دی پایپ لاین په غزیدو سره به په زرگونو تنه افغان وگړي له بې اوزگارۍ وژغورل شي ",دافغانستان له لاري ګازتېرول دريو هيوادونو ته ګټه رسوي 909,," جلالزی = کابل د مرغانو د والگي د ناروغۍ د لمنځوړلو لپاره د مرسته کونکو هیوادو کنفرانس د چین په پلازمینه  کښي پیل شو  ویل شوی بډایه کدونکی هیوادونه به په دې کنفرانس کښي د هغو یو اعشاریه پنځه بلیونه ډالرو په سر خبري وکړي چه نړیوال بانک د دې ناروغۍ د کنټرول او لمنځوړلو لپاره  اړین بللی و و . د نړیوال بانک یو مامور جی مادم وویل که دا پیسې برابري شي نو زمونږ ډیري هیلي به پوره شي . په دې دوه ورځنۍ غونډه کښي چه د 80 هیوادو د استازو په گډون نن سهار په پکین کښي پیل شوې گډون کونکي به د اړینو ډالرو د برابرولو پر سره سره تودې خبري وکړي . د روغتیا نړیوال سازمان تیره ورځ وویل چه یوه 13 کلنه پیغله په همدې ورځ د چرگانو په والگي له اخته کیدو وروسته مړه شوه . د نوموړي د کورنۍ دوه نور غړي هم په دې ویرس اخته پیژندل شوي . دې وژونکي ناروغۍ په ترکیه کښي هم څلور تنه وژلي او گڼو نور پرې اخته ښودل شوي دي . ",د مرغانو د والگي د ناروغۍ پر ضد نړيواله غونډه جوړه شوه 910,," جلالزی = کابل د ایران د تیلو د لوړ والي خبر په افغانستان کښي د سون د موادو په بیعو هم اثر واچاوه  وروسته له هغه چه د ایران د اقتصاد وزیر وویل که یې په هیواد د نړیوالو له خواه هر راز فشارونه په دې نامه چه ایران د  اتومي انرژۍ برابرول ودروي واچول شي نو هیواد به یې د تیلو بیعه نړیوالو ته لوړه کړي . ایران ویلي د اتومي موادو بډایه کول یې د وسلو د جوړولو په موخه نه بلکه د سولیزو موخو په منظور دی . د ایران د اقتصاد وزیر داود دانش جعفرې دې خبردارې د نایجریا د تیلو د تولید په کارځایونو هم اثر کړی او له نایجریا نه د لیږدونکو تیلو بیعه هم د پخواه په پرتله لوړه شوې ده . له دې خبري وروسته د آلمان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر گرنوت ارلر ویلي چه ایران به په هند او چین د نفتي موادو په خرڅلاو کښي هیڅ زیاتوالی را نولي ځکه دا دواړه هیوادونه ورسره په گډه د انرژۍ په پیاوړتیا کښي روان دي . خو د نفتو لوړ والی به اروپا او امریکایي او هغو هیوادو اثر واچوي چه د امریکا له خواه یې ملاتر کیږي . د اقتصادي چارو مهارین بیا وایې چه ایران په ورځ کسی له دوه نیمو تر دریو ملیونو بیلرو تیل تولیدوي او دوي هم د تیلو د پلورلو بازارونو ته اړتیا لري او دا کیدای شي  چه یو بی عمل خبر داري وي خو د تیلو بیعي به په نریوالو بازارونو کښي دم گړی یوڅه وچتي کړي . ",د ايران د تيلو لوړوالی پر افغانستان هم اثر واچاوه 911,," ډاكتر بدين خيل _ كابل د جنوري د مياشتي په پنځلسمه نيټه د پاكستان د دي نيوز په ورځپاڼه كي د ګلبدين حكمتيار يو اوږد مضمون خپور شوي،چي په دي مضمون كي هغه په نورو خبرو برسيره د طالبانو په ناكامي هم ږغيدلي اودالاملونه يي څيړلي چي دادي تاسوته وړاندي كيږي د طالبانود ناكامي لاملونهطالبانو په افغانستان كي يو طلايي فرصت درلود اوډير مهم كارونه يي كولاي شول چي سرته يي ورسوي، خو له بده مرغه هغوي ځيني ستري تيروتني وكړي۱- سره لدي چي حزب اسلامي د اسلامي غورځنګ يومخكښ ځواك او د جهاد په مهال د مقاومت د ملا تيروو، هغوي د بهرني ځواكونو په لمسه د حزب په وړاندي جګړه پيل كړه، اسلامي داعيي ته دخدمت لپاره دوي بايد د حزب سره همكاري كړي واي، خو له بده مرغه د دوست او دښمن ترمنځ دنه توپيرله امله د وي دخپلو طبيعي دوستانو سره په جګړي بوخت شول او په دي توګه يي اسلامي داعيي ته ستره صدمه ورسوله.۲- د جنرال مالك په شان پريو كمونست جنرال باور اوله هغه سره د يوي معاملي پربنسټ شمال ته په زرهاوو د اسلامي جنګيالانو ليږدونه داسي وه لكه د ليوانو مخ ته دهغوي اچول.يوه ورته تيروتنه پر دوستم باور او هغه ته د زرهاوو مجاهدينو سپارل وو چي ټول قتل عام شول. په دي دواړو تيروتنوكي تر لسو زرو زيات طالبان قرباني شول، په دي شميركسانو كيداي شول په ټول هيواد واكمني وساتل شي او نور ډير ستر كارونه ترسره شي.۳- د پاكستان په استخباراتو غوڅ باور او دهغوي اراكينوته د ازادانه كاراجازه وركول ، او په ټول هيواد كي ګرځيدوته پريښودل. بالاخره همدادپاكستان استخبارات و،چي له امريكائيانوسره يوځاي شول او د طالبانو د رژيم درا پرځولو په خاطر يي هغوي ته سم مالومات او لارښووني وركړي او تر ۵۰۰ زيات طالبان يي امريكا ته وسپارل.۴- د ښوونځيو او پوهنتون په وړاندي د طالبانو، نه خواخوږي او د ښځو د تعليم سره ددوي ضديت يوه بله ستونزه وه. ددي پرځاي چي د ښوونځيو او مدرسو د نصاب ښه ټكي سره يو ځاي كړي او يو د منلو وړ واحد نصاب تري جوړ كړي، طالبانو د مدرسو په زوړ او دوديز نصاب ټينګار درلود ، هغه نصاب چي په تيرو څو سوه كلونو كي د اسلام د اصلي رو ح او قوانينو سره اشنا ديو ديني عالم په وړاندي كولو كي پاتي راغلي وو.په دي سيستم كي پخواني منطق سره مينه او هومره وخت چي دغو قديمي قوانينو اواصولوته وركړه شوي، قراني تعليماتوته په وركړل شوي وخت غلبه كوي او كله كله خو قراني ښووني له پامه غورځول كيږي ، حتي چي د قران د تدريس په وخت كي هم ټوله پاملرنه د عربي ژبي ګرامري اصولوته وي، په داسي حال كي چي د حضرت محمدص په مدرسه كي دهغه يارانو لكه حضرب بلال حبشي، صهيبً الرومي او د سلمان فارسي بي له هغو ابتدايي زده كړو( د عربي ژبي ګرامر ) چي په اوسني مدرسو كي ضروري ګنل كيږي د قران زده كړي كولي ، د بده مرغه حتي چي د ليكلو، لوستلو ار رياضي مهارتونوته پراختيا وركول هم د مدرسو په اهدافو كي شامل ندينوداهغه لاملونه وو،چي دطالبانودناكامي موجبات يي برابركړل ",دطالبانودناكامي لاملونه اودحكمتيار څرګندوني 912,," بېنوا ويبپاڼه ستاسو د وړو او غټو تجارتي شرکتونو او دکانونو سوداګريزي خبرتياوي ستاسو د خوښي سره سم  ښکلي او په زړه پوري ډيزاينوي او په مناسبه بيه يې خپروي . د اعلانونو دلاري لاسته راغلي پېسې د بېنوا فرهنګي ټولني له خوا دافغانستان په ملي رسمي ژبه د علمي ، تاريخي او ادبي کتابونو د خپراوي په لاره کي خرڅېږي . بېنوا فرهنګي ټولنه کله ، چيري او څنګه رامځته شوه : دا ځای کليک کړی دکاروبار د پراخېدو تر څنګ د خپلي ژبي او کلتور په پراختيا کي هم برخه واخلی .           موږ ته په لاندي شمېرو زنګ ووهی :  او يا برېښناليک راولېږی . په اروپا کي د بېنوا فرهنګي ټولني څانګه : 0031235403129 په امريکا کي د بېنوا فرهنګي ټولني څانګه :0015185428482 info@benawa.com   ",افغان سوداګرو ته او شرکت لرونکو ته زېر‌ﺉ 913,محمد اکبر شهیم کندهار," څرنګه چي په  ګران هیواد افغا نستان کي امنیتي حالت ورځ په ورځ مخ په خرا بیدو درومی، او د هیواد جمهو ریًس او نور لوړ پوړي چارواکي هم په دې عقیده دي او خبر دا ری ور کوی چې که که نړي غوا ړی د تروریزم او وهشت اچونی سره مقابله وًکړی او کمزوری او یا د منځ ییً یوسی نو په افغانستان کی دی د امنیت پ ټینګو لو او د تروریزم په له منځ وړلوګی د افغانانو سره یوځای پوره هڅه او هاند وًکړی تر څو تروریزم او وهشت اچوًنه په هسته کی د منځه یو سو، او په دی ویره کی دی چي که دوی ونه غواړی امنیت ټینګ او  تروریزم ورکړی نو په خپلو ملکونو کی دی دتروریزم او وهشت اچونی څخه خپل ملتو نه وساًتی او افغانستان به یو ځل بیا د تروریزم او وهشت اجونی په یو لوی مرکز بدل شی، نو زما په فکر دا ټول په دی معنا دی چي دافغان ملت او وطن  څوک د سا تنی او دفاع نه لری، او همدا بهرنی قوتونه دی چی د افغان ملت او وطن ساتنه کوي خو ښه به دا وی په خپله مټی را بډ وو او فکر په کا ر واچوً او د خپل ملت او وطن د ساتنی لپاره منظم پلا نونه جوړ کړو، او د دی طلا ییً چانس څخه پوره ګټه پور ته کړو دوطن او ملت د امنیت او آزادی ساتنه تر نورو ټولو ګټو،پرمختګونو او ابادیو څخه بهتره وګڼو،نور تر خاریجی مشاویرنو چی یوزیاته اندازه پیسی د دوی په معاشونو مصرفیږي او د ډیرو لوکسو لنډ کروزرونو څخه چی هر یو چارواکي په کی سپور وې او دوو یا دری نور هسی پسی منډی وًهی تیرشو او ځنی نور دا سی د آ بادی کارونه چی د هغوی اهمیت د د ملت او وطن د ساتنی او دفاع څخه کموی تیر شو او د ا ټو لی پیسی چی په دی کارو ، مشاویرینو او موترا نو لګیږی  دوطن او ملت په امنیت او آزادی او دفاعی  سامان التو وًلګوو، او خپل فوځ او ملی پلیسو ځواک ښه قوی کړو ځکه چی همدا د فوځ او ملی پلیسو ځواک دی چی په هر هیواد کی د هر څه د ملا تیر بلل کیږی ښه نمونه زمونږ ګاونډیان دی چي نیم په نیمه د ملک بودیجه د خپلوملکونو په دفاع لګوی،څه به کوو چی مکتب جوړ وی  خو بند، څه به کوو چی سړک جوړ وی  خو تګ را تګ لپا ره نه، څه به کوو چی کلینیک جوړ وی  خو ډاکټر د ور تګ څخه بند وی، څه به کوو چی برق جوړ وی  خو ورځ په ورځ په بمونو الوًزول کیږي، ، څه به کوو چی  پارلمان  او وزیران لرو خو په کورونو کی او څه به کوو چی اختر وی خو د مر ګونو سره ...................... بل اخره ښه به داوی چي بیا مهاجر او در په دره نشو او دلی په خپله خاوره کی په خا مه سړکونو، او بایسکلونو باندی خپلو وظیفو ته تګ او را تګ وًکړو، تر خیمی لاندی سبق ووایواو پری کوزاره وکړو نه دا چي د لوړو خواهشاتو په فکر مو دا نسبی امنیت او طلاییً چانس د لاسه ورکړی وی، چي بیا به نه خیمه، نه خامه سړک، او نه هم با یسکل وی او دا هر څه به مو د لا سه ورکړی وی، نو را ځی چي په ګډه فکر و کړو او تر هر څه اول د ملت ،هیواد، آزادی، امنیت لپاره کار وکړو او مصرف پری وکړو تر څو به د خارجیانو په تمه ناستیو او د هغوی احتیاج به کوو.  دلوی څښتن په پنا کی مو غواړم د ګران هیواد تل پا تی آزادۍ، سوکالۍ او امنیت په ستره هیله! محمد اکبر شهیم         کندهار              ",اوس به ازادي سا تو بيا به ابا دي کوو 914,محمد اسرار - ننګرهار," اوبه او برېښنا اوبه د الله پاک يو نعمت دي او داسي نعمت دي چي بي له اوبو څخه ژوند کول ناممکن دي او الله پاک څومره مهربان ذات دي چي دغه عظيم نعمت يي مونږ ته وړيا راکړيدي، او الله تعالي مونږ ته اختيار راکړيدي چي دغه عظيم نعمت د خپلي فايدي لپاره استعمال کړو. له اوبو څخه د زراعت لپاره استفاده کوﻻي شو، د ورزني ژوند  لپاره استفاده کوﻻي شو او همدارنګه دبريښنا د توليد لياره تري استفاده کولاي شو او نور. په اوسني وخت کي بريښنا دژوند له ډيرو ضروري وساييلو څخه ده او دا ډير د فخر خبره ده چي مونږ د بريښنا دتوليد لپاره ډيري ښي زيرمي لروخو متاْسفانه چي مونږ دغه زيرمي نشو استعمالولي، زمونږد ګران وطن افغانستان په هر ځاي کي دبريښنا دتوليد لپاره ډير مناسب ځايونه موجود دي چي په ډير کم لګښت سره پري د اوبو او بريښنا بندونه جوړيداي شي.لکه د مثال په ډول په کنړ، لغمان،بدخشان، کندز، بلخ، هلمند او دهيواد په ډيرو نورو وﻻياتو کي. په تيرو څلورو کلونو کي خارجي ملکونو مونږ سره ډيري زياتي مرستي کړيدي او په راتلونکي کي هم کيدايشي چي نور کمکونه له مونږ سره وشي، خو دا کمکونه بيرته خارجي ملکونو ته ورځي دا ځکه چي خارجيان دلته راځي کار کوي او په مقابل کي يي ډير لوړ معاشونه اخلي يعني اکثره يي د مياشتي له لس زره ډالرو څخه زيات معاش لري نو د مرستو زياته برخه په بيرته خارج ته ځي. او کار يي هم نه معلوميږي چي څه کوي خو که ځمونږ دولت دي ته يو منظم پلان جوړ کړي او دغه پيسي په بندونو او نورو ګټورو پروژو مصرف کړي نو که خارجيان يي وړي نو يو څه کار به يي مونږ ته هم را پاتي کيږي، او مونږ چي د بريښنا په اخستلو کومي پيسي مصرفوو هغه بايد چي په بندونو مصرف شي.  بله خبره د بريښنا چي ځمونږ دولت يواځي ښارونه مهم ګڼي او وايي چي کابل او نور ښارونه څومره بريښنا ته ضرورت لري ايا يواځي د ښار اوسيدونکي انسانان دي چي بريښنا ته ضرورت لري او د اطراف اوسيدونکي انسانان ندي يا هغوي بريښنا ته ضرورت نلري، نه داسي نه ده ټول افغانان بريښنا ته ضرورت لري او بايد د ټولو غم وخوړل شي، همدا اوس هرات ته د بريښنا دلينونو دراغزولو کار شروع دي، مزار، پروان، جوزجان او ځينو نورو وﻻياتو ته د بريښنا د لينونو د غزولو کار شروع دي خو دهلمند څخه نيولي بيا تر کنړ پوري چي د پښتنو وﻻيتونه دي چا يي د بريښنا غم ندي خوړلي او نه چا وييلي چي دغه وﻻياتو ته له فلاني ځاي څخه بريښنا اخستل کيږي ازبکستان او ترکمنستان که بريښنا لري خو پاکستان يي هم لري ولي د ننګرهار، پکتيا، خوست، کندهار، زابل او هلمند لپاره له پاکستان څخه بريښنا نه اخستل کيږي، څه موده وړاندي دبريښنا محترم وزير صاحب وويل چي له ازبکستان څخه بريښنا اخلو په پنځه کالو کي به کابل ته راورسيږي او بيا به يي له کابل څخه جلال ل اباد ته ورکړو، چي هغه به هم لس کاله وخت نيسي، خو که له پاکستان څخه وپيرل شي وخت به کم ونيسي او جلال اباد ته به بريښنا راورسيږي. خو افسوس چي هلته پښتانه اوسيږي او هغوي  د بعضي مشرانو په اند بريښنا ته ضرورت نلري. بله خبره د پاکستان له يو وزير څخه مي يوه ورځ واوريدل چي پاکستان غواړي چي څومره زر کيدايشي په کاﻻباغ ډيم کار شروع کړي او د هغوي په نظر کله چي د کاﻻباغ ډيم شروع شو نو بيا مونږ حق نلرو چي د کنړ په سيند بند جوړ کړو نو ددي مشکل لپاره بايد ځمونږ دولت چي څومره زر کيداي شي په کنړ سيند د بريښنا د بند کار شروع کړي چي  دپاکستان تمه هم پري شي. او تاجکستان هم په امو سيند باندي دبريښنا بند جوړوي چي بيا به دا بريښنا په مونږ وپلوري نو ولي مونږ  په خپله دغه کار نکوو. نو که چيرته ځمونږ دولت دي کار ته توجه وکړي نو دا به ځمونږ لپاره يوه حياتي کار وي. په درنښت محمد اسرار جلال اباد ",له تاجکستانه داموسيندبرېښنااخلوولي خپله نه جوړو؟ 915, محمد يوسف خدمتګار مزدورزوی,"    څوک می چا پورئ تړي او څوک دچا  خبر نه شول څوک دزړه په حال  زما    له اغياره مې ګيله او مانه نه شته  ګيله من  يمه  له خپل خواږه  اشنا    ما ئي تمه دقيا مت پورې کو له  ده په دې نړۍ کې لاس واخيست له ما    زه دې تل تر تله خوښ غواړم دلبره  خير که تا يمه شړلئ  بينوا    انتقام زماد ميني خاصه نه ده  ته کوه خپله جفا زه به وفا    (خدمتګار)به درنه ځارخپله ځواني کړي  په يو وخت به شي حاصله ستا رضا    محمد يوسف خدمتګار مزدورزوی کلاکرويک ناروې    ١٣٨٣ل ه کال لړم     ",بینوا 916,حقمل," د کرنې وزير عبيدالله رامين بينوا سره په مرکه کې ويل چې د لندن ناستې ته به پنځه کلن کرنيز ماسټر پلان وړاندې کړي ، چې د پلي کولو له پاره يې دوه نيم مليارده ډالر لګښت راځي .ده ويل په دغه پنځه کلن پلان کې به څه ناڅه ٦٠٠ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي . په دغه پلان کې د ٤٠ ميليونو نيالګيو او ونو کينول ،د باغدارۍ پراختيا ، د وړو او لويو کانالونو، بندونو او يو شمير خصوصي فابريکو جوړول ، د وچو ميوو پروسس اود کوکنارو د نه کر په موخه بزګرانو ته د ١٥٥ ميليونو ډالرو دلنډ مهاله او اوږد مهاله پورونو ورکول شامل دي . ",کرنيز ماسټرپلان به دلندن کنفرانس ته وړاندې شي . 917,," له پېښوره دنندارې راپور: پېښور کې د عوامي نيشنل ګوند مشرانوتېره جمعه باجوړ کې شوې حملې وغندلې او وې ويل چې قبايل بېګنا وژل کيږي ،په داسې حال کې چې سيمي ته بهرني اورپکي د پاکستان استخباراتو راوستا او دوى د استخباراتو مېلمانه دي نه د قبايو -اسفنديارولي وويل (دامريکي مقامات وايي چې تر حملې مخکې يې پاکستان خبر کړى و ،نو بيا پاکستان څنګه ددې خبرې نه انکار کوي ) نوموړي زياته کړه ، داسې معلوميږي چې امريکايي ځواکونه د پاکستان په دوه مخي توب خبر دي نو ځکه پر ځاى ددې چې ددوى مرسته وغواړي نېغ په نېغه خپله بريد کوي-نوموړي داراز د پاکستان له خوا په افغانستان لګول شوي تورونه رد کړل او دايې ونه منله چې ګواکې بلوچستان ته د افغانستان د لارې وسله ، وسله وال او پانګه راوړل کيږي - اسفند يار ولي وويل چې دوى يو پلاوى باجوړ ته لېږلى و ، ترڅو حالات له خپلوسترګو وګوري خو دپاکستان دولت دوى هلته تلو ته پرې نښودل ،نوداسې معلوميږي چې پاکستان له حقايقو نه په پردې پورته کولو ډاريږي - اسفنديارولي وويل ، دفبرورۍ په ١١مه نېټه به باچاخان مرکز پېښور کې د قبايلو په لويه جرګه کې دوى د قبايلي سيمو د ستونزو دحل کولو په اړه وغږيږي - ",پاکستان بايد د باجوړ په څېر په پېښوخجالت وباسي 918,," د افغانستان د ماليې وزير داکتر انورالحق احدىچې د بهرنيو چارو وزارت اقتصادي مرستيال يې ملګرتيا کوي نن د جاپان په لور روان شو . په دغه سفر کې به د جاپان د ماليې ، بهرنيو چارو له وزيرانو او دپارلمان له مشر سره به خبري وکړي او هڅه به کړي تر څو د لندن د ناستې له پاره د جاپان د مرستو ملاتړ ترلاسه کړي . د لندن ناسه په راتلونکو دوو اونيو کې جوړيدونکې ده . له جاپان څخه ورسته به د کويټ هېواد ته هم لاړ شي .چاپان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه شميرل کيږي چې د افغانستان د بياودانلو او جوړولو له پاره يې ښايسته مرسته کړې ده . ",د ماليې وزير د چاپان په لورو خوځيد . 919,," دپېښور نه دنندارې راپور : يوقبايلي خبريال حيات الله چې د٢٠٠٥کال ددسامبر په پنځمه نيټه ناڅرګنده وسلوالو له قبايلي سيمې شمالي وزيرستان څخه تښتولى و ، لاهم ترى تم دى ، څرک يې نه دى معلوم او دا هم څرګنده نه ده چې دى چا او ولې تښتولى دى _ دده کورنۍ په پېښورکې دسرحدايالت دوالي قوماندان خليل الرحمن سره تېره ورځ وکتل اوترې يې وغوښتل چې دنوموړي خبريال په مېندولوکې دې هلې ځلې وکړي والي دوى ته دمرستې ډاډورکړ _ که څه هم دحيات الله کورنۍ په زغرده دچانوم نه اخلي خوګڼ شمېر قبايلي خبريالان په دې باوردي چې دنوموړي په تښتولوکې حکومت لاس لري _ يوقبايلي خبريال چې نه يې غوښتل نوم يې څرګندشي بينواته وويل (( حيات الله پيريانوتښتولى )) په پاکستان کې دپيريانواصطلاح داستخباراتودچارواکولپاره استعماليږي _ دحيات الله ورور احسان په داسې حال کې چې خپل دوه وريرونه ( دحيات الله زامن ) يې په غيږ کې نيولي وو بينواته يې وويل ((زه ، زماکورنۍ اودحيات الله مېرمن اوماشومان دحيات الله په ورکېدو سخت اندېښمن يو -)) احسان په دې خبره خواشيني څرګنده وله چې ولې حکومت تراوسه دده دورور په راخلاصولوکې بريالى شوى نه دى - دقبايلي خبريالانو داتحاديې مشر ناصرمومند وايې داچې حيات الله بې پرې راپورونه خپرول نوځکه کله به ترې حکومتي چارواکي اوکله به مخالف وسله وال خپه وو ، اوس معلومه نه ده چې دى چا تښتولى خو مونږ ددواړوخواوونه دده دخلاصون غوښتنه کوو - ",دورک شوي خبريال کورنۍ دهغه خلاصون غواړي 920,حقمل," د کليو او پراختيا وزير اتمر چې د بيړنيو حالاتو د کميټې د مرستيالۍ دنده هم په غاړه لري نن په يوه خبري ناسته کې څرګنده کړه چې دغه کميټه د بيړنيو مرستو له پاره ٦٤ زره ټنه خوراکي توکي په واک کې لري .ده وويل کميټه تيارۍ لري چې په هر ډول شرايطو کې له اړو کورنيو سره د مرستې رسولو په موخه هغوى ته ور ودانگي . دغه کميټې تر دې مهاله ٤٤ زرو اړو کورنيو ته د هېواد په ١٨ ولايتونو کې مرسته کړې ده ، د يو شمير بانډو ٤ زرو کورنيو ته يې خوارکي توکي ويشلي او د قندهار ، هلمند او هرات په پنډ غاړو کې ١٢٠ زرو تنو کډوالو ددغې کميټې له لارې خوراکي توکي ترلاسه کړي دي..ده زياته کې چې ممکن سږ ژمۍنيم ميليون نفر په ١٥ ولايتونو کې د لوژې له خطر سره مخامخ شي ، مګر کميټه تيارۍ لري چې ورسره مرسته وکړي .د يادولو وړ ده چې دواورې د سخت اورښت له کبله همدا اوس د غور ، بدخشان ،فارياب ، سمنګان ، خوست ،پنجشير، غزني او باميانو د يو شمير ولسواليو او کليو لارې بندي دي او يو زيات شمير اوسيدونکي په دغه سيمو کې بيړنيو مرستو ته اړتيا لري . له بل لوري د هرات د مسلخ د پنډ غاړي ادعا کوي چې له سړو څخه يې هره ورځ په دغه پنډغاړي کې ٢ يا ٣ ماشومان مړه کيږي او له دوى سره هيڅ ډول مرسته نه ده شوې . په فارياب کې هم ٥٠٠٠ کورنۍ چې په روان کال کې له بهر څخه راستنې شوي شکايت کوي چې سرپناه نه لري او نه ورسره مرسته شوې ده . د دغه وزارت د کډوالو د رياست مشر دا مني چې ستونزې شته او ٢٠٠٠ کورنۍ ترخيمو لاندې په دې ساړه موسم کې ژوند کوي. ", ممکن نيم ميليون نفرد لوژې له خطرسره مخامخ شي . 921,," په کندهار ښار کي دنارنج خپرندويه ټولني مشر ، دکندهار ښار دکتاب پلورنکو دټولني وکيل او دافغان کتاب او قرطاسيه پلورنځي مسوول ښاغلي سيد احمد قانع دسه شنبي په ورځ دلوي اختر په سهار دامريکايې پوځونو له خوا ونيول سو   په کندهار ښار کي دنارنج خپرندويه ټولني مشر ، دکندهار ښار دکتاب پلورنکو دټولني وکيل او دافغان کتاب او قرطاسيه پلورنځي مسوول ښاغلي سيد احمد قانع دسه شنبي په ورځ دلوي اختر په سهار دامريکايې پوځونو له خوا ونيول سو.",سيداحمد قانع د امريکايانو له خوا ونيول سو 922,حقمل," د ډنمار ک لومړى وزير اندرس فوګ راسموسن ډنمارک ته د افغان ولسمشر حامد کرزي د سفر خبره کړې او ويلي يې دي چې د لندن د ناستې د جوړيدو نه به مخکې دا سفر تر سره شي . د کرزي د سفر خبره پر داسې مهال کيږي چې ډنمارک منلې چې د ايساف په چوکاټ کې به دخپلو ځواکونو شميره په روان کال کې له ١٧٣ څخه ٣٦٠ تنو ته زياته کړي او تر کال ٢٠٠٩ پور ې به له افغانستان سره د بيارغاونې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام و رکړي ، چې تول ټال به دغه مرستې ١٠٨ ميليونو ډالرو ته ورسيږي . ",کرزي به له ډنمارک څخه ليدنه وکړي . 923,حقمل," د قندهار د سپين بولدک په سلګونونو تنو اوسيدونکو دخپلو شهيدانو د قاتلينو دنيولو په موخه چې تور بيرغونه يې له ځانو سره لرل نن د دغه ولسوالۍ په بازار کې په يو ستر لايون لاس پورې کړ. لاريون کونکو د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول او وايي چې موږ قاتلين غواړو .دوى وايي ( پاکستان زموږ د شهيدانو قاتل دى ) . لاريونکونکي له دولت څخه د ټينګ امنيت غوښتونکي شول او مړه دې وي القاعده ، طالبان او پاکستان نارې وهلې او د دا ډول بريدونو په وړاندې يې خپله کرکه وښودله . دغه لاريون ته دقندهار والي او د قندهار د علماوو شورا مشر هم ورغلي دي .په هغه چاودنه کې چې ددوشنبې په مازديګر د سپين بولدک د غيږ نيونې په ميله ځاى کې رامينځ ته شوه له ٤٠ زياتو کسان په کې مړه او ټپيان شول .د طالبانو يو وياند قاري يوسف پژواک خبري اژانس ته ويلى چې طالبان په دغه بريد کې لاس نه لري او دا يې د اسلام يو ضد عمل بللۍ .د کندهار والي خالد پاکستان په دې تورن کړۍ چې په دا ډول بريدونو کې لاس لري .کندهار والې لاريون کونکو ته د خبرو کولو په ترځ کې د وژل شويو کسانو له کورنيو سره غمزاري وښودله . دغه لاريون د پاکستان تر پولې ورسيد . ",په سپين بولدک ستر لاريون پيل شوى . 924,حقمل," يو ې ترکي ورځپاڼې ( زمان ) د ترکي کورنيو هغې ستونزې ته ګوته نيولي چې له انټرنيټ څخه په غير اخلاقي او ناسمه توگه گټه اخلي او وايي چې د دا ډول کسانو شميره هره ورځ مخ په ډيريدو ده .دا مهال په ترکيه کې ٧ ميليونه کسان له انټرنيټ څخه ګټه اخلي چې په سلو کې يې ٩ فيصده ښځې او ١٩ فيصده نارينه دي او له هرو سلو کورنيوڅخه ٦ کورنۍ انټر نيټ لري . د ورځپاڼې په خبره داستونزه اوس په کورنيو کې تر طلاقه رسيدلې ده . ",په ترکيه کې له اڼترنيټ څخه ناوړه ګټه په زياتيدو ده . 925,حقمل," په سودان کې کې ډاکترانو منلې چې د( نيل اب )ايالت د (ام شوک )کلى په روغتياي کلنيک چې د خرطوم په ٦٥٠ کيلو مترۍ کې پروت دى ، يو ماشوم زيږيدلۍ چې په سر کې يې د لااله‌الاالله محمد رسول الله عبارت ښکل شوى دى .د ( اخباراليوم ) و رځپاڼې هم ددغه ماشوم د سر عکس خپور کړى چې له ورايه د مبارکې کلمې عبارت لوستل کيږي .د روغتون ډاکتر منتصر طيب ابرهيم ويلې چې په ليدوسره پرې لړزه راغلي او وروسته يې ژړلي او ددغه ماشوم عکس يې اخيستۍ دى . ډاکتر وايې چې دغه ماشوم چې دمور له خوا يې پرې د ( صلاح ) نوم ايښودل شوى، په طبيعى حالت نه دى زيږيدلۍ او له هغې نه وړاندې ددغه ماشوم مور ډيرې ناروغى تيرې کړي دي . د لا اله الاالله عبارت د لاندې دمحمد رسوال الله عبارت راغلۍ . ",د يو سوداني ماشوم په سر کې د مبارکې کلمې عبارت 926,حقمل," انګريزي ژبې ورځپاڼې ( سان ) خبر ورکړۍ چې پوليسود بريتانيا د لومړي وزير توني بلر د پنځه کلن زوى (ليو) د تښتونې توطئه شنډه کړه . ورځپاڼه ليکي پوليسو تر اوسه څوک نه دي نيولي .بي بي سي هم د پليسو د سرچينوله قوله خبر ورکړۍ چې د يوې ممکنې توطئې څخه خبر وو ،مګر باور يې نه درلود چې دغه خلک به وکړاى شي هغه سر ته وسوي . دهغه ډلې افرادو چې له خپلو ميرمنو څخه جدا شوي او د خپلو اولادونو د ليدو حق نه لري، غوښتل ، ليو د لنډ وخت له پاره له ځان سره وساتي. توني بلر څلور زامن او يوه لور لري . ",د توني بلر د کوچني زوى د تښتونې توطئه شنډه شوه . 927,حقمل," د هغه خونړۍ چاودنې له کبله چې د دوشنبې په ورځ د قندهار د سپين بولدک په ولسوالۍ کې رامينځ ته شوه ، څلور تنه ټپيان چې په روغتون کې تر درملنې لاتدې وو دسختو ټپونو له مخې په حق ورسيدل . په دغه خونړي بريد کې تر ٤٠ زيات مړه او ژوبل شول .افغان چارواکو منلې چې په وژل شويو کسانو کې ٦ تنه پوليس هم شامل دي . افغان ولس مشر او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دغې چاودنې په کلکه غندلې. ",د سپين بولدک دچاودنې ٤ تنه ټپيان په حق ورسيدل . 928,حفمل," د اس ځغلولو نړيواله سيالي او تر ټولو ستر جشن د ١١ اونيو له پاره سر له سبا په دوبۍ کې پيل کيږي . دا په نړۍ کې د اس ځغلولو چې ١١ رونډه لري تر ټولو ستر جشن په نړۍ کې بلل کيږي چۍ ٢١ نيم ميليون ډالر جايزه لري . دغه سترې سيالۍ ته د نړۍ د ١٧ هېوادونو څخه ٢٠٠ اسونه له سلو تنو روزونکو سره دوبۍ ته رسيدلي دي . يو افريقايي وګړي دغې لوبې ته خپل ١٦ اسونه دسيالۍ له پاره راوستلي دي . سيالۍ به د مارچ په ٢٥ پاى ته ورسيږي او د سترو شاندارو مراسمو په ترځ کې به د نړۍ ستره جايزه يعنې ٢١ نيم ميليونه ډالر ګټونکي ته ورکړل شي . ",داس ځغلولونړيواله سيالي سبا په دوبۍ کې پيليږي . 929,حقمل," پر داسې مهال چې د اسرائيلو لومړۍ وزير اريل شارون لا د مرګ او ژوند پر پوله په روغتون کې پروت دى ، ٤٧ کلنه وکيله ميرمن زيپي ليوني د بهرنيو چارو وزيره و ټاکل شوه . له دې سره درى نور وزيران هم د اسرائيلو په کابينه کې ټاکل شوي دي . ",د اسرائيلو په کابينه کې بدلون راغلۍ . 930,," ناپيږانده وسله واله کسانو نن د يو امنيتي شرکت چې د ( روغ عراق ) په نامه ياديږي لس تنه کارکونکي په ډزو وژلي دي . همداشان يو بهرنۍ انجينير هم تښتول سوي دي . ",لس تنه عراقيان نن ووژل شول . 931,," غمخور: دفارس دخبرله مخې  27جدي 1384پداسي شرايطو کې چي دنمارک په افغانستان کې دخپلو پوځيانو دشمير دزيات والې لپاره اماده گې نيسې دافغانستان ولسمشر دغه هيواد ته پدې مياشت کې سفر کوې . له کپنهاگن  څخه دفرانسي دخبري اژانس دخبر له مخې دډنمارک دوزيرانو دشوري رئېس (صدراعظم) ښاغلې آندرس فوگ راسموسن  ډنمارک ته دافغانستان دولسمشر دکېدونکې سفر خبر اعلان کړ. راسموسن وويل :داليدنه به کاملا څوورځې وروسته تر هغه چې دډنمارک پارلمان په افغانستان کې دډنمارکې پوځيانو دشمير دزياتوالي دلايحې  په  هکله پرېکړه وکړې تر سره شې . دډنمارک دولت دناټو دغوښتنې په ځواب کښې په نظر کې لري چې دخپلو پوځې کسانو شمير چې دايساف دقواوپه چوکاټ کې فعاليت کوې سږکال له 173 نفرونه تر  360 کسانو پورې زيات کړې . ښاغلې راسموسن زياته کړه ،کپنهاگن به همداډول دورکړه شوو وعدو سره سم ددغه جگړه ځپلي هيواد دبياجوړونې لپاره د2009 زکال پورې خپلو مرستوته دوام ورکړې ؛او د108ميليونو ډالره چې 90 ميليونه ايوروکيږې په اندازه به مالي مرستي به افغانستان  سره وکړې  . هغه زياته کړه : ډنمارک په افغانستان کښې دهميشنۍسولې او دموکراسۍ دټينگښت په خاطر دزياتو  مرستوغوښتونکۍ دی ، هغه وويل، نړيواله ټولنه د آزاد ،مدرن او دموکراتيک افغانستان دجوړېدو په خاطر ځانونه ددغه هيواد سره دمرستوتر سره کولولپاره ځان مکلف بولې . دافغانستان ولسمشر دروان کال دجنوري دمياشتي په 28 او 29 نيټه  دلندن دنړېوال کنفرانس نه مخکښې چې دافغانستان سره دمرستي په اړوند جوړېږې دغه سکندنويايې هيواد ته سفر کوې . ",ولسمشر کرزی په روانه مياشت کي ډنمارک ته سفرکوي 932,عبدالهادي حيران," عبدالهادي حيران هغه د پښتنو د يؤ قام پرست سياسي ګوند صوبائي مشر ؤ. لۀ هغۀ څخه زما پوښتنه دا وه چې : "" تاسې پښتو ژبې ته په کوم نظر ګورئ؟"". د هغۀ ځواب ؤ:""پښتو نۀ يواځې زمونږ ژبه بلکې تاريخ، کلتور اؤ نظريه هم ده"". د هغۀ د دې ځواب سره زما سترګې نېغې په مخامخ دېوال لګيدلي د هغۀ د کارخانې د لوي بورډ په لور لاړې چې په اردو ژبه کښې ليکل شوی ؤ. ورته مې وويل: ""دغه بورډ بيا تاسو ولې په اردو ژبه ليکلی دی؟"". هغۀ لږ وخندل اؤ بيا ئې وويل: ""دغه خو کاروباري ضرورتونه دي"". سمدستي مې هغه کتابچه له جېبه راوويسته چې د هغوئ د ګوند لارښود اصول پکښې ليکل شوي وو اؤ هغه هم په اردو ژبه وه. ورته ومې ويل: ""نو دا کتابچه مو ولې په پښتو نۀ ده ليکلې؟"". يؤ ځل ئې بيا په داسې انداز وخندل لکه دا پوښتنه چې مې د مخکينۍ پوښتنې نه هم زياته ماشومانه وي، اؤ وې ويل: ""دا نو بيا سياسي ضرورتونه دي"". مونږ بيا نورې خبرې هم وکړې خو زما د هرې پوښتنې د ځواب لپاره د هغۀ سره يؤ نه يؤ ""ضرورت"" ؤ. د مطبوعاتو نه ئې دا ګيله کوله چې بيانونه ئې سم نۀ چاپ کوي. ما ورته وويل: ""نو تاسو خپل يؤ اخبار ولې نۀ چاپ کوئ؟"". د هغۀ د ""ضرورت والا"" ځواب دا ؤ چې: ""اخبار ته د حکومتي اشتهاراتو ضرورت وي اؤ مونږ د حکومت مخالف يُو نو څنګه به اشتهارات راکوي!"". ( اشتهارات = خبرتياوي او اعلانونه ) ما ورته وويل: ""دا بې شمېره اخبارونه ټول په حکومتي اشتهاراتو چاپ کېږي؟"" د هغۀ سره په ځواب کښې بيا هم بلها ""ضرورتونه"" وو. خو اوس هم ما سره دا يوه پوښتنه داسې ده چې ځواب ئې زمونږ د قام پرستو سياسي ګوندونو لپاره د ناممکناتو څخه دی. پوښتنه دا ده چې ""د سياسي، مذهبي، اقتصادي اؤ تعليمي ضرورتونو نه بغېر زمونږ ژبه زمونږ تاريخ، کلتور اؤ نظريه څنګه کېدلی شي؟"". کۀ زمونږ دغه سياسي قام پرست ګوندونه د پښتانۀ د قام پرستۍ سياست کوي نو پښتانۀ خو په پښتو پښتانۀ دي. د قام بنسټ خو په ژبه دی!!!. کۀ ژبه د دوئ ضرورت نۀ وي، يا خپله ژبه د دې جوګه کولی نۀ شي چې د دو‌ئ ضرورتونه پوره کړي نو قام پرستۍ ته ضرورت څۀ دی؟؟؟. يعنې سپينه خبره دا ده چې کۀ د دوئ ژبې ته ضرورت نشته نو قام ته د دوئ د قام پرستۍ ضرورت نشته. څومره د تاسف ځای چې د پښتو اؤ پښتنو په نوم سياست کوونکي ګوندونه د خپل اواز، خپلو پاليسيو اؤ خپلو فعاليتونو لپاره نۀ خو خپل پښتو مطبوعات لري اؤ نۀ د ازادو پښتو مطبوعاتو سرپرستي کوي. يواځې عوامي نېشنل پارټي دومره کلونه پس په دې وتوانېدله چې د باچا خان ""پښتون"" له خوبه راپاڅوي خو دا پاڅون به ئې تر څومره وخته پورې وي؟ هيڅ معلومه نۀ ده. خداى دې وکړي چې ""پښتون"" د تل لپاره د نويو سياسي اؤ کلتوري بدلونونو سره خپل فعاليت ته دوام ورکړي خو يواځې په دې نۀ کېږي. په افغانستان اؤ پاکستان دواړو هېوادونو کښې پښتو ژبه سياسي سرپرستۍ ته ضرورت لري اؤ په داسې وخت کښې چې ګرده نړۍ کښې د قامونو ترمنځ نشرياتي اؤ مطبوعاتي سيالي روانه ده، نۀ يواځې دا چې پښتو ژبې ته په دې ډګر کښې د پراخه سرپرستۍ اؤ پرېمانه کار ضرورت دے بلکې د پښتو اؤ پښتنو په نوم ژوندي سياسي اؤ قام پرست ګوندونه هم لدې لارې ډېر څۀ ترلاسه کولے شي ولې کشکې چې دا شعور خو څوک ولري!!!. د نړۍ په هر ګوټ کښې چې پښتانۀ اوسېږي اؤ د قام پرستۍ دعوه لري، يا ئې ژوند د قام پرستۍ د سياست برخه وي نو هغوئ له پکار دي چې نورې ټولې مسئلې د لږ وخت لپاره يؤ طرفته کړي اؤ په دې مسئله کار وکړي چې مونږ له خپله ژبه ګټل دي. چې کله مونږ خپله ژبه وګټله نو پوه شئ چې ډېر څۀ مو ترلاسه کړل. د ژبې د ګټلو نه وروسته د کولو لپاره ډېر څۀ شته. خو کۀ ژبه مو بائيلله نو نور هيڅ هم نشته.   ",په پښتونخوا کي (پښتو ژبه اؤ د قام پرستۍ سياست) 933,,"  ",د طلوع ټلويزون بيا په اساسي قانون پښه كېښوده 934,," د علامه رښتين د تلين اووم کال ياد غونډې ته د سلام فرهنګي ټولني پيغامد وياړ يادونه د شتون يادونه ده ؛ يوازې هغه څوک ، هغه اولس او هغه ټولنه د خپلو وياړونو يادونه کولای شي چې شتون يې رښتينۍ وي . له بله اړخه ديوې ټولني دوياړنو پيژندنه د هغه اولس او ملت د ښې پيژندني بنسټيزه لار ده ، ځکه د اولسونو لپاره د وياړونو نمانځنه د هغوۍ د پايښت اړتيا ګڼل کيږي . او اوس د نړۍ ټول اولسونه او هڅاندي ټولني د تيرو وياړونو ياد ، نه هيروي او لا د نويو وياړونو د زياتيدو په هڅوکي پر مخ ځي .د نړۍ ويښ او پوه اولسونه او ملتونه د وياړونو د نمانځني څخه د هر اړخيزي ګټي پورته کولو چارو ته پام کوي . وياړونه د نوي نسل لپاره د الهام اخستلو په نيت نمانځي ؛ د وياړونو نمانځنه کوي تر څو هغه ښه وپيژني او د نويو وياړونو د ترلاسه کولو او خپلولو لارې په ګوته کړي ؛ وياړونه نمانځي چې د خپل اولس ګډ شتون او برخليک په هغو کي برملا کي ؛ او په دې ډول د وياړونو د نمانځني نورو اړخو نو ته پام کوي او د نمانځنو لړۍ پر له پسې ساتي . افغان اولس هم د نورو اولسونو په څير حق لري او دادۍ ګام پر ګام وړاندي ځي ، څو د نړۍ د ويښو ملتونو سره څنګ پر څنګ د خپل هيواد وياړونه ونمانځي .استاد پوهاند رښتين د افغانستان له هغوپنځو سترو پوهانو څخه يودۍ چي ، نوم يې په هيواد کې د پوهي او روڼ اندۍ سره تړلۍ ياديږي . دپوهي د خپرولو او د ظلم او تاريکۍ د ورکيدلو لپاره د استاد هڅې د افغان اولس ستر وياړ او د افغاني هويت شمله ده . زموږ باور دادۍ چې د علامه پوهاند رښتين د تلين اوم کال نمانځنه به د هغه ستر استاد د څو بعدي شخصيت د هر اړخيزي څيړني لاره پرانيزي . د استاد پښتني سپيڅلتوب ، هيواد ته د خدمت هوډ ؛ د اولس لپاره بلهاري او زيار ؛ د خدای بخښلي علامه رښتين هغه ځانګړتياوې دي ،چي د هيواد اوسني او راتلونکو نسلونه به يې دخپل ژوند رښتينې تګلاره وګرځي . د سلام فرهنګي ټولني اړوندان د خدای بخښلي پوهاند رښتين سپيڅلي روح ته د درناوي سر ټيټوي او د ياد غونډي ګډونوالو ته د بري دعاکوي . په درنښت د سلام فرهنګي ټولني مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب پوهنوال رسول باورياسن ، نيدرلند ١٨\٠١\٢٠٠٦ ",د علامه رښتين د تلين اووم کال ياد غونډې ته د سلام فرهنګي ټولني پيغام 935,حقمل," د خبري رسنيو د خبر له مخې په تيرو څلورو ورځو کې مسکو او دروسيې يو شمير نور ښارونه او سيمې د سړو سختو څپو ځپلې دي او په تير و څلورويشتو ساعتو کې يوازې په مسکو کې ٧ تنه وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړۍ دى . د هوا پوهنې دادارې ويلي چې دتودختې درجه منفي ٣١ درجو ته رسيدلې ده . ترانسپورتي ستونزې ډيرې شوي دي ، د اوبو نل ليکې يخ وهلې او عامه خدمتونو ته ډير زيان رسيدلۍ دى. ",مسکو سختو سړو ځپلۍ . 936,حقمل," د حج وزارت يو چاراکي ويلي چې ٣ نور افغان حاجيان په مکه مکره کې په حق رسيدلي دي . له دې نه وړاندې هم ټول ټال ٣٥ تنه افغان حاجيان په عربستان کې په حق رسيدلي دي .سږ کال لږ ترلږه ٢٥٠٠٠ تنه افغانان د حج فريضې د اداکولو په خاطر عربستان ته تللي دي. تراوسه يوازې ٦٦٠ تنه په ٣ الوتنو کې بيرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي چې زياتره يې دولتى لوړ پوړي چارواکي او دولتي پلاوي دي . ",٣تنه نورافغان حاجيان په عربستان کې په حق رسيدلي . 937,حقمل," د بشري حقونو د څارنې سازمان چې مقر يې په امريکا کې دى ديو رپوټ په خپرولو سره په افغانستان کې د وسله والو بريدونو او زورزياتي د زياتوالي په اړوند انديښنه ښودلې ده . په رپوټ کې راغلي چې د افغانستان په جنوب کې د طالبانو او د دولت د نورو مخالفانو په بريدونو کې زياتوالۍ راغلۍ او طالبان بيا سره غونډ شوي دي . عام وګړي له دولت څخه چې په خپلو ژمنو کې پاتې راغلى ، ناهيلى شوي دي .امريکايى او ايئتلافي ځواکونه په خپل سر بې ګناه ملکي وګړي نيسي . د پارلمان نيمايي برخه وال داسي کسان دي چې پخوا يې له وسله والو ډل سره اړيکې درلودې .دغه سازمان په خپل رپوټ کې دنيشه يي توکو او د ښځو په وړاندې زورزياتي ته هم ګوته نيولي ده . ",دبشري حقونو د څارنې سازمان انديښنه . 938,حقمل," نړيوالو خبري رسنيو ادعا کړې ، په هغه بريد کې چې تيره اونۍ د باجوړ په سيمه کې وشو د القاعدې درې تنه جګ پوړي چارواکي وژل شوي دي. په وژل شويو کسانو کې د ايمن الظواهري ، زوم عبدارحمن المصري المغربي ، په کنړ کې ددغې ډلې فوځي قوماندان ابو عبيده المصري او د بم جوړولو ٥٢ کلن کارپوه مدحت مرسي السيد شامل دي . د مدحت پر سر امريکا ٥ ميليونه ډالر بيه ايښې وه .په لوړه کچه ددغو وژنو پخلۍ تر اوسه نه دى شوى . د باجوړ په بريد کې ١٨ ولسي وګړى مړه او يو شمير نور ټپيان شول . د پاکستان د استخباراتو د ادارې له خوا په دې اړوند پلټنه او تحقيقات روان دي. ",د القاعدې د ٣ غټو سټو د وژنې ادعا . 939,,"  القاعده ډلې بيا خبرداری وکړی چې د امريکا پر متحدو ايالتونو باندې به خپل بريدونه له سره پيل کړي. د نوموړې ډلې مشر اسامه بن لادن دالجزيره ټلويزيون له خوا په يو نوي خپور شوي کسټ کې ويلي چې دوی تر اوسه په عراق کې په مبارزه بوخت ؤ ځکه نو دننه په امريکا کې بريدونو کمښت موندلی ؤ. بن لادن همدا راز په اسلامي هيوادنو کې دننه، د امريکايي پوځيانو په وړاندې د يو اوږد مهاله اوربند وړانديز کړی چې د امريکايي چارواکو لخوا پرته له ځنډه رد شوی دی. امريکايي کارپوهانو ويلي چې دغه خپور شوی کسټ نوی ثبت شوی او غږ يې هم پخپله د بن لادن دی. ",امريکائيانو د القاعدې لخوا وړانديز شوی اوربند رد کړ. 940,," په هنګري هيواد کې د يوې الوتکې د راغورځيدو په پايله کې پنځه څلويښت کسان وژل شوي دي.  دغه الوتکه انتونوف -24 ډوله مسافر وړونکې وه چې سلواکيا هيواد پورې يې اړه درلوده او له کاسوو څخه يې سوله ساتي ځواکونه ليږدول. په دې الوتکې کې پنځه څلويښت تنه سپاره ؤ چې له دې جملې څخه يواځې يو يې ژوندی پاته دی. د دې الوتکې د راغورځيدو د لامل په اړه څيړنې پيل شوي خو تر اوسه کوم مالومات لاسته نه دي راغلي. ",په هنګري کې د هوايي پيښې له امله44 تنه مړه شوي. 941,," د اطلاعاتو، کلتور او ګرځندوی وزارت په چوکاټ کې د تصويري رسنيو د ارزونې کميسيون، په کابل کې د افغان په نامه يو سيمه ييز ټلويزيوني چينل دناوړه او غير اخلاقي بربنډو صحنو د خپرولو په تور، د پنځوس زرو افغانيو (زر امريکايي ډالرو) په ورکړې محکوم کړی دی. افغان ټلويزيون تيره شپه په دې اړه يوه خبرتيا خپره کړه او وې ويل چې د دولتي چارواکو دغه کړنه له عدالت څخه ليرې ده ځکه پريکړه د نوموړي ټلويزيون د چارواکو په حضور کې نه ده ترسره شوې. د تصويري رسنيو د ارزونې کميسيون چې مشري يې سيد مخدوم رهين پر غاړه لري، همدا راز د هيواد نورو خصوصي ټلويزيونونو ته خبرداری ورکړی چې دده په وينا داسلامي ارزښتونو پر خلاف خپرونې دې نه کوي. د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د افغان ټلويزيون د (مخامخ) په خپرونې کې چې چلوونکی يې مراد افغان دی، د اطلاعاتو او کلتور وزير سيد مخدوم رهين د ملي ټرمينالوجۍ په اړه تر پوښتنو لاندې ونيول شو چې د مرکې په پای کې دواړه لوري سره يو څه جدي شوه او وروسته رهين افغان ټلويزيون او نورو رسنيو ته ګوت څنډنه وکړه چې وروسته له دې به د ناوړه خپرونو په برخه کې ددوی په وړاندې له زغم څخه کار وانه خلي. اوس مهال په افغانستان کې له پنځو څخه زياتې خصوصي ټلويزيوني شبکې فعاليت کوي چې له دې ډلې څخه يو شمير يې د ملي ټلويزيون سيالان شميرل کيږي. ",په کابل کې يو خصوصي ټلويزيون جريمه شو. 942,," د 2005 د دسامبر يوديرشمه 2006 م كال ته دورتلو په لومړۍ شپه مې د لاس انجلس په (انا هايم كانونشن سنټر) كې ستر كنسرت درلود چې په خواشينۍ سره پرما د ناوړه قصد کیدو سره، په لاس انجلس كې زما د زرگونو دوستانو په خپگان او د نړى په گوټ، گوټ كې زما د سلگونو زرو مینه والو په پريشانئ پاى ته ورسيده.هغه شپه د نړى له گوټ، گوټ څخه څه د پاسه څلور زره تنه راټول شوي وو چې 2006 كال د فرهاد دريا په موسيقۍ، چې ټوله مينه او صداقت ده، نيك فال ونيسي. په خواشينۍ سره چې بی پاسه لنډه غرو د ټولو د ښادۍ پر ښيښو كاڼې وورول او د دريا په اوبو كې يې زهر وشيندل. ددغو زهرجنو اوبو په څښلو سره، دمرگ ترکومي ورغلم. ما چې آن لا د لومړنۍ سندرې له اورولو وروسته خپل غږ له لاسه وركړى و، د لاسونو، پښو، ستوني او ژبې اختيار او پر ستيژ مې د ودریدوتوان هم له لاسه وركړى و. له يو نيم ساعت وروسته، دغو زهرجنو اوبو خپل كار وكړ او د كنسرت فضا په بشپړه توگه گډه وډه شوه، او زه ترسبا سهاره پورې بيهوښه وم. نن له هغې شپې څخه له لومړنۍ سندرې پرته چې اجراء مې كړه، نور څه په ياد نه لرم، او په دې هم نه پوهيږم چې پر ما او زما پر عزيزانو څه تير شول. هر هغه څه چې اوس ليكم، د دوستانو د سترگو ليدلي حال دی او یاهغه څه چې په هغه شپه ثبت شوې ويديوکې مې ليدلي٠ نن د لوى خداى (ج) په حكم او د خلکو د دعا له بركته له هغې لومې څخه روغ، رمټ ژغورل شوی یم، او اوس د امريكا د ويرجينيا په ايالت كې د طبيبانو تر در ملنې لاندې يم چې روغتيايي حالت مې مخ په ښه كيدو دى.د پيښې پرسبا مې چې سترگې وغړولې آن تر همدا اوسه، د نړى له گوټ، گوټ څخه د ډاډگيرنې پيغامونه اورم او دوستانو خپل مینه وړي غږونه اود روغتيا لپاره د دعا لاسونه اوچت كړي دي او د خير او عافيت هيله مې كوي.له نن څخه دوه شپې مخكې مې د كابل له يارانو څخه واوريدل چې د هنر دوستانو يوې گرمه کړۍ، ددغه مبارك ولايت په يوه جومات كې، د عاشق فرهاد دريا په نامه د آسماني كلام ختم او صدقه کړې ده. زما د كور او كورنۍ تيلفونونه او زما د كور پيغام اخيستونكى او انترنيټي پيغام رسونكى (ايميل) هريو د ډاډگيرنې د ډيرو تودو نيتونو له غږونو ډك دي. په دې ورځوكې د افغان او غير افغان خلكو د محبت له نعمت څخه دومره سر په هوا يم چې زرزهرونه نور هم د ځان پر بيه آخلم.په دې توگه د مینې او مننې په تودو هرکليو سره، د نړى په گوټ، گوټ كې له ټولو عزيزانو او دوستانو څخه چې ياري يې وكړه او دې ستومان ته يې ډاډگيرنه وركړه، مننه كوم. او هم هغو يارانو ته چې هغه شپه زما په كنسرت كې حاضر وو اوترپيښې وروسته سخت انديښمن وو، د زړه له كومې محبت وړاندې كوم او ژمنه كوم چې بازار ته زما د نويو CD او DVD له راوتلو وروسته د نويو ترانو او سندروله ډكې لمنې سره، يو ځل بيا د دوى ښارته ورشم او داسې كنسرت اجراء كړم، چې نه زه او نه زما موسيقې غږونكي له دغه كنسرت څخه مادي گټه پورته كړو، چې هم زه او هم خلك په گډه دیوې بلې مينې پر دوهۍ راوڅرخو .د يوشمير هنروالو ژوند، د هغو آوازو تشه انگازه ده، چې د يوې ستنې د نوكې په اندازه د دوى له ريښتني ژوند سره ورته والى نه لري چې له هغو څخه يو زه يم. څوكاله يې په بيلابيلو سياسي گوندونو او اړخونو وتړلم، خو وموليدل چې دغه وچه خاوره د (خيال من يقين من .... ديار نازنين من) د سندرې د ويونكي په ديوال و نه نښتې. ويې ويل، د ملت په زياتو پيسو يې مزې چړ چې وكړې ... له دې ځاى، له هغه ځاى څخه يې غلاوې وكړې .... او ما ته گورئ ! كلونه، كلونه كيږي چې خپله اود بچيانو ډوډۍ مې د افغانستان له جنگ ځپلو ماشومانو سره نيمه كړه، خو د چاپرمخ مې رانه وړه. كه لرې لاړ نه شو، په آلمان كې د دوره يي كنسرتونو په اوږدوكې مې د افغاني/آلماني بشري مرستو له موسسې KUFA سره مادي او معنوي مرسته وكړه. (www.kufaev.de) ټاكل شوې وه چې هغه شپه ددغو مرستو لړۍ له اروپا څخه لاس انجلس ته هم ورسيږي. خو په خواشينۍ سره چې پاڼه واوښته او اوبه مو تودې او ډوډى مو سړه شوه. د افغاني يتيمو ماشومانو او د (كوفا) د پروژو سرپرستې له افغاني لوري فرهاد دريا او د آلماني لورې سرپرستي يې د آلمان مشهورې هنري څيرې ميرمن (نيناهاگن) (Nina Hagen) ته سپارل شوې ده. اوس ټاكل شوې ده چې د 1385 كال پسرلي په پيل كې د (كوفا) تر پوښښ لاندې د كندز په ولايت كې د يتيمو ماشومانو لپاره يو مركز پرانيزم چې ددغو مركزونو وپرانيسلو لړۍ به نورو ولايتونو ته هم وغځيږي.وې ويل چې، دريا په نشه روږدى دى. څومره د خندا وړ ده ! زه هغه مينې په سينه كې لرم چې د نشو زر سيندونه يې په وړاندې لکه يو څاڅكى ښكاري. د ځان د رگونو د څپو شوق مې د شرابو د زرو تاكستانونو فواره ده. زما له دغو ټيټو اوبو او كمزوري گرد سره څه كار؟؟؟ زه خو له بلې هوا څخه مست يم. وې ويل چې د لاس انجلس په همدې كنسرت کې، د شرابو په نيشو كې ډوب د ستيژ پرمخ راغلى و او بايد زموږ د نوي كال دخرابې شوې شپې بيه بيرته راكړي ... ومې ويل په هغې ويډيوكې چې د كنسرت فلم په كې اخيستل شوى و په خپلو ځوريدلو سترگو مې وليدل چې د كنسرت د جوړونكي له خولې،همدا چې د فرهاد دريا د مسموميت غږ پورته شو، د سالون له نيمو څخه زياتو حاضرينو پوره يو ساعت نارې سورې ووهلې او ونڅيدل او تر اوسه پورې هم څوك نه پوهيږي چې څوك د چاپوروړى و !!!ومې ويل: مهربانو خلكو ! وبښئ ،چې مسموم يې كړم او په دې بريالى نه شوم، په هغه هيله چې لرله مې، تاسو ته سندرې ووايم. ځينو وويل: زموږ پنځوس ډالره به څنگه شي ؟ ومې ويل خير دې ، دومره راباندې گران ياست، له دې سره، سره چې د مطلق اجل له بستر څخه راولاړ شوى يم، چمتو يم چې پرته له پيسوڅخه تاسو ته كنسرت اجراء كړم او په وړيا سندرې ووايم. بيا يې وويل: كله چې چمتو يې په وړيا سندرې ووايې، هرو مره گناه لرې !!! .... آئينې ته مې وويل آئينه جانې ! سندرې ووايم يو عذاب، ويې نه وايم بل عذاب !!! لويه خدايه دا څه كيسه ده ؟ !... لكه دا چې ما له خداى بښلى ملا نصرالدين سره څه خپلوي لرله، خو په دې څلويښتو كلونو كې پرې نه پوهيدم ؟ ! ورو، ورو د ملا د زوى او خره كيسې زما په لور خوله كږوله چې څه ډول خلكو دوى درې واړه په كراره نه پرې ښودل ترڅو ملا خپل خر سيند ته گوزار كړ او غوږونه يې ورڅخه په ارامه كړل !!!كيداى شي د لاس انجلس د كنسرت د پيښې ""ولې"" دعلتونو په يوې كړۍ کې وي: حسادتونه، ناروغه سيالۍ، رواني مشكلات، د شهرت او محبوبيت غولونكې جلوې، امنيتي چمتووالي ته كمه پاملرنه او په لسگونو نور دليلونه چې هريو كولاى شي داسې حالت رامنځته كړي. نه شي كيداى د حسادتونو او ناروغه سياليو مخه ونيول شي. د شهرت او محبوبيت ځان غوښتنه هم داسې څيز نه دى چې هنروال هغه په پيسو وپيري او د جامو په څيريې واغوندي. كله چې قسمت و، له ناڅرگند ځاى څخه را رسيږي. نور له لرې حلوا او شيريني ويني، خو خپله د هنروال برخه له همدغه شهرت او محبوبيت څخه، زياتره زهر او خنجر وي. يوازې هنروال پوهيږي چې د شهرت كاسه دوه رنگه اوبه لري: يو د كاسې د مخ اوبه دي چې رڼې، خوږې او غولونكي دي او له لرې پريوې دنيا جادو كوي او زه هغه سراب بولم. نورې د تل اوبه دي چې هغه ترخې دي. هغه اوبه د شونډو په سر، يوه يا دوه ثانيې په اصطلاح ""لباسي"" دي او د شهرت كاسه له دغو اوبو څخه ترڅوكو ډكه ده. يوازې هنروال او خپل خداى يې د تل د اوبو له خوند څخه خبر دي او بس.د ايمني او امنيتي تياريو په برخه كې په هغه اندازه چې د كنسرت جوړونكي مسوول دي، ښايي زه خپله هم قصور ولرم. ما ترنن پورې هيڅكله نه دي غوښتي د خلكو ترمنځ له د ( لرې شى! لرې شى!) ويونكو لنډه غرو سره وليدل شم،. نه غواړم چې په دې وسيله ځانځاني او ځان غوښتونكى وواسم او داسې څرگنده كړم چې پردوى باور نه لرم. تل مې ويل: هغه دريا چې خپله خلكو جوړ كړى، لوى خداى (ج) او خلكو ته سپارم. له ساتونكي سره اوږه په اوږه د خلكو ترمنځ څرگنديدل، د خلكو د دريا له شان څخه لرې ده. خو ومې ليدل چې په پاى كې څو لنډغرو زما پر باور وځغاستل او داسې وشول چې ټول يې شاهدان يو. پردغو دلايلو برسيره د زمانې حافظه هغه څه را په يادوي چې د پراخو پيښوخبر راكوي او كله آن زموږ د هېواد په تاريخ او فرهنگ كې ريښې لري:احمد ظاهر يې په ډيره ناځوانۍ وواژه. ساربان يې له ټولې مينې سره چې په ستوني كې يې لرله، له حسد څخه په نشه روږدى كړ چې كار يې ليونتوب ته ورسيد. ناهيد ،چې د وريښمو په شان غږ يې د الوتونكو چهچهې ته ورته و،هم د حسادتونو تريخ ښكار شوه. حميدالله چاريكاري- د پرگنو د موسيقي زرين هنرمن ـ له دواړو پښو شل شو، د كابل ښار د ټپي واټونو په کوم پاى كې د تنگلاسى په څپوكې ومړ٠ فيض محمد منگل او نياز محمد منگل، دغه دواړه هنروال پلار او زوى يې په دوو بيلابيلو جرمونو ووژل. پلار يې مجاهدو په دې جرم چې د كمونيستانو په راډيو (راډيو افغانستان) كې سندرې ويلې له تيغه تيركړ او د زوى سريې د كمونيست حكومت مامورينو، د مجاهدينو لپاره د جاسوسي په تور، له تن څخه جلا كړ. د خان قره باغي ماغزه يې وپاشال. د ماستر فضل غني غږ په جلال آباد كې د واده په يو محفل كې د بم په چاودولو سره غلى شو. د فضل احمد نينواز ژبې خپل خاوند تباه کړ، او په دار وځړول شو. د استاد هاشم د ستوني شاهرگ د ده د شاگرد او دوست له خوا د حسادت په توره پرې شو. د نصرت پارسا وینه د ده د غږ غوښتونكي تنكي ځوان په وسپنيز سوك پر ځمكه توې شوه. سرنده غږونكى ماشيني يې د ساز او مينې په جرم په جيل ننويست او د مرگ تر پولې يې په دوره وواهه. د دريو هنروالو ستوني يې په پكتيا كې د كنسرت له اجراء كولو وروسته پرې كړل. دترکمنی موسیقۍ د بلبل قربان نظر په گډون يې اووه تنه هنروال په جوزجان كې د واده له جشن وروسته تيرباران كړل.خو ددغو بې وزلو صادقو خدمتگارانو وهل، ټكول، سپكاوى، د اوبو او ډوډى چور او چپاول د بې ارزښته پيښو په شان تل زموږ په زمانه كې ترسره شوي او ددغو كيسو بې شماره كتابونه او داستانونه شته.او په پاى كې، دادى فرهاد دريا ... كه يې وويل ""افغانستان"" وى ويل ""سلام"" د بابا او هندوكش دقامت په لوړوالي يې ""افغانستان"" يادکړ. كه يې وويل د بدمرغې جگړې په وخت كې يې، د ورورۍ، ملي وحدت، ملي اوپخلاينې لپاره سندرې وويلې. كه يې د مينې سرود وغږاوه او كه يې فرياد وكړ او كه يې د آزادۍ او د ملت د پاڅون غږ اوچت كړ چې مظلومان وو. كه په غربت كې و، سوځيدلي نسلونه او له پلرني كور او كهول څخه لرې يې د ساز او مينې په جادو سره له افغانستان سره نږدې كړل او پيوند يې وركړ. په سلگونو زره افغان معصوم ماشومان چې ""سلام افغانستان"" سرود په ياد لري، د ""كاكا فيراد ديرا"" لپاره له زهرو څخه غوره سوغات په لستوڼي كې لرل. پوهيږم !كيداى شي د لاس انجلس د كنسرت پيښه، زما لپاره د ويښيدو غږ و او د نورو لپاره د هوښيارى زنگ وي چې ... (بیا تا قدر یکدیگر بدانیم) ...ښايي هنروال د خلكو په قدر پوه شي چې د دوى دسرسترګې دي، ځكه كه څه يې ترلاسه كړي دي له دوى څخه يې ترلاسه كړي دي. د دوى نيكمرغي او بدمرغي د لوى خداى (ج) په اراده او د خلكو په لاس كې ده. په مقابل كې خلك هم ښايي هنروال ګران وگڼي چې د ژوندانه د يوازيتوب په شيبوكې، له پاك خداى (ج) وروسته، د دوی غږ تل خلکوته دمرستې او مينې لاس ورکوي. هغه د تاريخ په تلپاتې څلې كې د دوى د فرهنگ او هويت روښانه څراغ اوبولي، چې له پښو پاتې انسان ته هيله وربښي او په خپه زړونوكې هيلې راويښوي.هنروال د خلكو ژبه ده ... د خلكو ستونى دى ... او بې ترنگه كورخو كور نه، گور دى!(بیا تا قدر یکدیگر بدانیم) ... افغاني ټولنې په څو وروستيولسیزوكې ډيرعزيزان له لاسه وركړي او خپله يې ننداره كړې ده. هره كوچنۍ اشاره ستر عبرت دى چې لوى خداى (ج) يې زموږ په مخكې ږدي چې له هغه څخه زده كړو. د سولیدو او ورکیدو فصلونه يو په بل پسې راځي او تيريږي، دهغو هيلو ريښې چې په خپلو لاسونو مو د ځمكې په زړه كې پرې كړې. څومره شنه باغونه او بڼونه چې د دښمني پر لاسونو مو له پاڼو څخه خالي كړل. څومره له ستورو ډك آسمانونه چې همداسې ورژيدل او پوه نه شو چې تللى كاروان هيڅكله بيرته نه راگرځي.(بیا تا قدر یکدیگر بدانیم) نړيوال زموږله تاوتريخوالي او تورې سره پوره اشنا دي. اوس د مينې وخت دى. د مينې مجال دى. مينه چې دپروردگار بل نوم دى. مينه چې اسم اعظم دى او موږ افغانانو له دې مينې، له دغه گنج، له دغه روان نعمت څخه ډک يو او ښه ډيره مينه لرو٠ پوهيږم ! پوهيږم .ښه پوهيږم.د ملنگۍ ، مينې اوښکلا د سندرونغمه ګرفرهاد درياد 2006 كال د جنوري 7 نيټه ويرجينيا ـ امريكا فرهاد دريا خپله نوې سندره !ستا د سترګو بلا واخلم ٬ خپل د ږغ مينه والو ته وړاندي ",د خلكو دوعا ماته دوا شوه ! 943,ننداره," دباجوړ ايجنسۍ وروستۍ خونړۍ پېښه چې کم نه کم اتلس تنه ځايي قبايل او څلور تنه بهرنيان پکې ووژل شول ، دجمعې په ورځ پېښور کې د زرګونو مظاهره چيانو له خوا وغندل شوه -مظاهره د ملايانو د ګډ سازمان متحده مجلس عمل له خوا ترتيب شوې وه له پېښوره د نندارې راپور: دباجوړ ايجنسۍ وروستۍ خونړۍ پېښه چې کم نه کم اتلس تنه ځايي قبايل او څلور تنه بهرنيان پکې ووژل شول ، دجمعې په ورځ پېښور کې د زرګونو مظاهره چيانو له خوا وغندل شوه -مظاهره د ملايانو د ګډ سازمان متحده مجلس عمل له خوا ترتيب شوې وه خو يو شمير نورو ګوندونو هم ددوى ملاتړ کاوه -په دغو ګوندونو کې نيشنل پارټي ،مسلم ليګ او د پيپلز ګوند هم شامل وو- مظاهره دپېښور د دوو ځايونو مهابت خان جومات او مدني جومات نمک منډۍ نه پيل شوه او د کيسه خوانۍ په څلور لاري کې رايوځاى شوه -پارېدلو مظاهره چيانو د امريکا د متحده ايالاتو د اولس مشر جارج بش ګوډاګي ته اور واچولو ، ددغه هيواد بيرغ يې وسوزولواو [ دامريکا سره چې يار دى -غدار دى غدار دى ]شعارونه يې ورکړل - مظاهرې ته دمتحده مجلس عمل يو چارواکي مولانا دوست محمد دوينا پر مهال په باجوړ ايجنسۍ کې د امريکا له خوا تر سره شوي عمليات وغندل او د پاکستان ددولت نه يې غوښتنه وکړه چې دنوموړي هيواد سره خپلې ډيپلو ماټيکې اړيکي وشکوي - وروسته مظاهره چيان دلاريون په شکل کې دامريکي د قو نصلګرۍ مخې ته لاړل او هلته يې هم دامريکا مرده باد او اسلام زنده باد شعارونه ورکړل -دوى خپل احتجاج ليک دقونصلګرۍ چارواکو ته وسپارلو - ديوشمير خلکو په وينا پېښور کې د جمعې د ورځې په مظاهره کې نزدې اتو زرو خلکو ګډون کړى و -دپېښور د مظاهرې تر څنګ دجمعې په ورځ د پاکستان په ټولو لويو ښارونو کې مظاهرې وشوې -   ",پېښورکې دامريکا اوپاکستان پر ضد ستره مظاهره وشوه 944,ډاکټر حسن - لندن," دالفت د میکدې چي څوک میخور وي       لکه تاک په هر یو رګ کې به ئې شور وي په ځلا نده مخ ئې ژر دوکه ؤ نه خوري       هسې نه لکه ایئنه بل مخ ئې تور وي فقط اوس زما د سترګو کعبه نه ئې           په لحد کې به مې هم مخ ستا په لور وي ستورو لپي وي رڼا ته ئی نیو لې               د زلفانو په ما ښام کې ئې شبکور وي دمنګي په څا څکو لو ند سا لو کې راغله     په لمن لکه دغره لا له زار خور وي داسمان دشته وړه ورته ښکاریږي               چې حسن د تفکر په نیلي سپور وي ",غزل 945,محمد بلال احديار- پېښور," نن مې دفکر ټال کښې چې دې خندل زنګیدې او ما ته نه راتللې ای دخایست ښاپیرۍ ای دښکلا پرښتې لاړم تصویر ته دې بیا تاؤ شوم راتاؤ شومه ترې یو څو طوافو نه پس مې کړو زړګي ته نزدې ورته مې ډیر وژړل ورته مې ډیر وژړل بیا مې دزړه کعبه کښې را زرغونه غوندې شوې ستا دښایست ګلان مې دخپل زړګي دشته کښې په اوښکو بیا تازه کړل په اوښکو بیا تازه کړل   ",د فکرټال 946,حقمل," د سلواک ددفاع وزير جورج ليسکا ژمنه کړې چې د افغانستان د ملي اردو سره به د ١٤ ميليونو شپږ سوه زرو ډالر په ارزښت ٢٠٠٠ ټنه وسلې او مهمات مرسته وکړي او د ملي اردو په روزنه کې به برخه واخلي .دغه مرستې به د امريکا له خوا له سلواکيا څخه افغانستان وليږدول شي او د ملي اردو په واک کې به ورکړل سي .ملي اردو نوې د جوړيدو په حال کې ده او د پخوانۍ اردو ټول تجهيزات او مهمات د جګړو په کلونو کې لوټ او تاراج شول . ",سلواکيا له افغانستان سره د مهاماتو مرسته کوي . 947,حقمل," د افغانستان د ترانسپورت وزارت وزير قاسمي چې يوازې څو وزره زړې الوتکې او کنډو کپر هوايي ډګرونه په واک کې لري د پنجشنبې په ورځ د يو شمير بهرنيو هېوادونو او بانکونو د استازو په ګډون يوې غونډې ته وويل چې دغه وزارت په پام کې لري په راتلونکو ٣ کلونو کې ټول ټال د هوانوردي او ترانسپورتي ٤١ پرمختيايي پروژې چې لگښت يې ٧٤٣ ميليونه ډالر کيږي په هېواد کې پلي کړي . په دغه پروژو کې د کابل هوايي ډګر د نوي ترمينل اود قندهار ، هرات او مزارشريف د هوايي ډګرونو جوړول او د ٤١ نورو هوايي ډګرو نو فعالول د يو شمير وړوکو الوتکو پيرودل او دځمکني ترانسپورت موټري شامل دي . ",د ترانسپورت وزارت د٤١ پرژود پلي کولو خيال لري . 948,حقمل," نړيوال بانک له کال ٢٠٠٢ څخه تراوسه پورې په مختلو ډګرونو کې له افغانستان سره ٩٧٣ ميليونه ډالره مرسته کړې ده چې ډيره يې د پوهنې ، روغتيا ، اقتصاد ، مخابراتو ، بريښنا او نورو ټولنيزو برخو کې شوي دي . له امريکا او بريتانيا وروسته د نړيوال بانک مرستې په لويه پيمانه له افغانستان سره تر سره شوي دي. ",افغانستان سره دنړيوال بانک ٩٧٣ميليونه ډالرمرسته 949,حقمل," د پاکستا لومړي وزير شوکت عزيز د ملګروملتونو له سرمنشي کوفي عنان سره په کتنه کې وويل پاکستاني استخاباراتو په پلټنو کې داسې بېلګې نه دي موندلي چې د باجوړ په سيمه کې دې په بريد کې د القاعده غړى وژل شوي وي . وړاندې په رپوټونوکې راغلي وو چې په دغه بريد کې د القاعده د مرستيال زوم او دالقاعدې د بم جوړولو کارپوه په ګدون ددغې ډلې يو شمير جګ پوړي غړي وژل شوي دي. .دغه بريد د القاعده د مرستيال الظواهري د وژلو په موخه تر سره شوى وو ، په دغه بريد کې ١٨ ولسي وګړي وژل شوي او يو شمير ټپيان شوي وو . د شوکت عزيز خبرې په داسي مهال کې کيږي چې د پيشور په ښار کې د جمعې په ورځ په زرګونو تنو د جمعې د لمانځه له اداکولو ورسته د امريکا پر ضد لاريون وکړ اومړ دي وي امريکا شعارونه ورکول او د امريکاد قنسلۍ د تړل کيدو غوښتنه يې وکړه . د پاکسان په يو شمير نورو ښارونو کې هم د امريکا پر ضد لاريونونه تر سره شوي دي. ", داسې بېلګې نشته چې دالقاعده غړي دې وژل شوي وي. 950,حقمل," يوې ويب پاڼې د جمعې په ورځ د القاعده د مرستيال ايمن الظاهري په غږ يو ويديو کسټ خپور کړي چې په کې په افغانستان کې د بهرنيو په وړاندې د سخت دريځه بنسټ پالو ستاينه شوې او ويلي يې دي چې دوى به د افغان مجاهدينوسره په کړي سوګند کې ټينګ او پياوړي پاتي شي . د امريکا د استخباراتو سرچينو دامنلې چې د کسټ غږ د الظواهري دى . د الظواهري غږيوه ورځ وروسته ددغې ډلې د مشر اسامه له پيغام څخه خپريږي . ",د الظواهري په غږنوۍ ويديو کسټ خپور شوى . 951,وحيد سپين غر _ كابل," بلا ئې واخـلم ته وا څه د ژوندو لؤ خــــــــو نه دی چي لـور په لور زما د کلي انسانان غــــــــوڅوې ما مي پښــــــــتون عزم ته کړې د پــــــــلرو کيسه ده ګورم چي څنګه ته له ما پښــــتونستان غوڅوې                                       هادي - حيدري وحيد سپين غر _ كابل په دي وروستيوكي زموږ دهيواداوخاوري دښمنانوخپلوناځوانمردانه هڅوته زوروركړي اودځانمرګوبريدونوپه ترسره كولوسره يي زموږيوشمير بي ګناه اومعصوم هيوادوال وژلي اودهغوي كورني يي دغم اوماتم په ټغر كينولي دي .دكندهار په ولايت كي وروستي ځان مرګي بريدونه اوپه ځانګړي توګه دكندهار دسپين بولدك په ولسوالي كي هغه ځان مرګي بريد چي په پايله كي يي شلوتنوخپل ژوند له لاسه وركړ اوشل تنه په كي ټپيان شول دهيواد ددښمنانو دناوړواو كرغيړنو هڅو هغه لړۍ ده چي غواړي زموږ په هيوادكي دسولي اوسوكالي دروان بهير په وړاندي خنډونه را منځته كړي اوزموږ هيواديوځل بيا دترهګروپه ناوړي ځاله واړوي.ټولوته څرګنده ده چي زموږ دهيواداوولس ددښمنانواصلي ځالي اوپټن ځايونه دپولي هاخودقبايلوپه سيموكي دي ،زموږ دهيواددښمنان په هغوځالوكي نظامي تمرينونه ترسره كوي ،وسله وال كيږي اوبيا دپولي نه رااوړي اوزموږ په هيوادكي په انسان وژنه اودځان مرګوبريدونودترسره كولوپه عملياتوكي برخه اخلي .داسي څرګند اسناد اوشواهد ترلاسه شوي دي چي زموږ دخاوري دښمنان اكثر بي وزلي اودپوډرومعتادين دپيسوپه وسيله استخداموي اوبيا يي په ځان وژونكوبريدونوكي قرباني كوي .ترهګر اوزموږ دهيواددښمنان نه يواځي زموږ دهيواداوولس لپاره لوي خطر ګڼل كيږي بلكي دپاكستان په قبايلي سيموكي دهغوي شتون او دپټن ځايونوموجوديت دهغوسيمو خلكوته هم لويي ستونزي اوسترخطرونه رامنځته كړي دي ،لكه څنګه چي خبرياست څوورځي مخكي دباجوړيوه سيمه چي دترهګروپټن ځاي و،دامريكايي الوتكوله لوري بمباري شوه ،چي په پايله كي يي دترهګروځيني لوړپوړي مشران اودهغي سيمي يوشمير اوسيدونكي له منځه لاړل ،كه چيرته دپاكستان په قبايلي سيموكي دترهګري فعاليتونه دوام ومومي اودترهګرو ځالي موجودي وي دداډول نوروپيښورامنځته كيدل هم له امكانه ليري نه ښكاري .ترڅوچي زموږ دهيواد ددښمنانوځالي دپولي نه هاخوا په قبايلي سيمواودپاكستان په ايجنسيوكي شتون ولري هم به زموږ په هيوادكي دناامنيولړۍ جاري وي اوهم به قبايلي سيمي دناامنيواوورانوونكوجګړوپه ډګرواوړي .قبايلي اوسيدونكي بايد په دي خبره پوه شي چي زموږ دښمن ګډ دښمن دي اوموږ ټول دهمدي ګډدښمن دنارواهڅوقرباني كيږو،ځكه چي زموږ دښمنان دقبايلوسيمي دخپلوپناګاوو،اوپټن ځايونوپه توګه كاروي اوله هماغه ځايه زموږ هيوادته راننوځي اوپخپلوترهګرواعمالولاس پوري كوي ،اوس ترهګر هم دافغانستان لپاره اوهم دقبايلو لپاره په يوه لوي اوخطرناكه دښمن اوښتي دي .كه افغانستان اودقبايلوولسونه ددي ګډدښمن اوورانوونكي خطر په وړاندي په ګډو هڅوسره دترګرودځالودله منځه وړلولپاره رښتيني ګامونه پورته نه كړي دترهګروددي ورانوونكواعمالولمن به نوره هم پراخه شي اوبيا به يي كابوكول ډير ستونزمن اودډيرو قربانيوپه بيه تمام شي .په افغانستان كي دترهګرود ځالودړنګيدونه وروسته افغانان دنړيوال ايتلاف په ملګرتيا دترهګري په ضد جګړه كي په رښتينوهڅولګيا دي ترڅوپه هيوادكي دناامنيوټول عوامل له منځه يوسي .خوپه پاكستان كي لاتراوسه داسي كړۍ ، اوبنسټ پاله ګوندونه شته چي دترهګروسره راشه درشه اوپياوړي اړيكي لري اودهمدغوكړيودمرستي له امله ترهګر توانيدلي دي ترڅوخپلي اساسي ځالي اوپټن ځايونه په پاكستان كي خوندي وساتي .ټولوته روښانه اوڅرګنده ده چي دترهګروټول مشران په پاكستان اودقبايلي سيموپه اوږدوكي دمعلومومذهبي اوبنسټ پالوكړيوپه ساتنه كي اوسيږي ،اوخپلو ترهګريزو فعاليتونوته دوام وركوي .نړيوال په دي خبره پوره پوهيږي چي دترهګرواصلي اواساسي ځالي په پاكستان كي دي ،ځكه خودتروريزم په ضد جكړه كي دپاكستان هڅوته دشك په سترګه كتل كيږي پاكستان بايد په دي پوه شي چي ترهګر دهيچا دوستان نه دي ،هغوي ځان ته ځانګړي اجندا لري اودهغي اجندا دپلي كولو په غرض دهيوادونوخاوره اوولس دخپلوناوړو اهدافواوموخولپاره كاروي .كه چيرته پاكستان دتروريزم په ضد جګړه كي كوټلي اورغنده ګامونه اوچت نه كړي نه يوازي داچي په نړي اوسيمه كي به يي سياسي اعتبار ته لوي تاوان واوړي بلكي سياسي ثبات به يي هم له لاسه ووزي.سياسي څيړونكي په دي عقيده دي چي دتروراواختناق داوسني جګړي اصلي لوبغاړي دپاكستان دپوځ اواستخباراتولوړپوړي جنرالانان ،دپاكستان دبنسټپالوګوندونومشران اودترهګرورهبران دي ،چي دنړۍ اوسيمي دهيوادونوپه تيره بيا دافغانستان لپاره يي لويي بدمرغۍ او ستونزي زيږولي دي ،كه چيرته دتروريزم په ضد نړيوال ايتلاف ددغي بدمرغي لوبي مخه ونه نيسي اودپاكستان په واكمنوباندي له لازم فشار نه كاروانخلي نړي به يوځل بيا دسپتامبر دخونړيوپيښوپه څير پيښوسره مخ شي .كه څه هم چي دپاكستان اوسني واكمنان په تيره بيا د هغه هيوادولسمشر پرويز مشرف دتروريزم سره درښتيني جګړي تيږه په سينه وهي ،اوپه قبايلي سيموكي دپوځ په عملياتو سره داسي څرګندوي چي ګواكي پاكستان په حقيقي توګه دترهګرودله منځه وړلونيت لري خوپه حقيقت كي داعمليات دترهګروپه ضد نه بلكي دقبايلي پښتنو ولسونوپه ضد دي .دسيمي اكثر څيړونكي په دي عقيده دي چي پاكستاني واكمنان دتروريزم سره دجګړي په نوم غواړي دازادوقبايلوپه سيموباندي قبضه وكړي اودهغوي قومي اوروايتي ژوند ته دپاي ټكي كښيږدي اوپه دي توګه ازادقبايل چي دواحد اونه بيليدونكي افغانستان برخه ده ،دپنجاب ترواكمنۍ لاندي راولي ،اوقبايلي سيمي دجګړي په ډګرواړوي .اوس نوپښتنوقبايلي ولسونوته په كار ده چي په دي نازكوشيبوكي له پوره هوښياري نه كارواخلي .لومړي خوبايد پښتانه قبايل پخپلوسيموكي ترهګروته اجازه ورنه كړي چي ددوي له سيمونه دخپلوناوړوعزايمولپاره كارواخلي ،كه چيرته دوي ترهګروته داوسيدواجازه وركړي ،نو پاكستان ته به لويه بانه په لاس ورشي او دترهګروپه بانه به ددوي سيموته پوځ ننه باسي اوددوي سيمه به دپوځ په قبضه كي راولي دجګړواو ناامنيو لپاره به لاره اواره شي او په دي توګه به پوځ دزياتي مودي لپاره هلته پاتي شي اوازادقبايل به دتل لپاره د خپلو روايتي ازاديونه بي برخي شي.دوهم داچي ددي امكان هم شته چي سيمه يي دنړيوال ايتلاف دځواكونوله لوري بمباري شي لكه په باجوړكي چي دا شان پيښه وشوه اود سيمي اوسيدونكو هم په كي خپل ژوند له لاسه وركړ ،ځكه په جګړه كي خوحلوا نه ويشل كيږي ،جګړه ،جګړه وي ،وچ اولامده ټول په كي سوځي نوقبايلي پښتنوته پكارده چي هيچاته داوخت ورنه كړي ترڅوددوي سوله يز قومي اوروايتي ازادژوند ګډوډكړي اوددوي سيمه دخپلونارواعزايمولپاره وكاروي .  ",قبايل دترهګرو په منګولوكي 952,حقمل," د روسيې د اتومي انرژي رئيس سرګي ګرينکو د روسيې له ولسمشر پوتين سره په کتنه کې ويلي چې ايران تيارۍ ښودلۍ چې د يورانيمو د غني کولود شخړې پر سر د روسيې پر وړانديز خبرې وکړي. سرګي وايي ايران زموږ وړانديز ډير جالب ګڼلۍ او تيارۍ لري چې د جزئياتو په اړوند يې خبرې وکړي. د روسيې وړانديز د امريکا او اروپايي ټولنې له ملاتړ څخه برخمن دى . مسکو وړانديز کړۍ وو چې ايران دې د روسيې په خاوره کې يورانيم بډاى کړي. ",ايران له روسيې سره د خبرو تيارۍښودلۍ. 953,حقمل," په بروکسل کې ميشت د خبريالانو نړيوال فدراسيون مشر ويلي ، د عراق پلازمينه بغداد دخبريالانو له پاره د مرګ په لومه بدل شوى او هرکله چې خبريال په واټ کې قدم کيږدي نو يې امينت نشته . د فدراسيون پر وينا تراوسه په دغه هېواد کې لږ تر لږه ١٠٠ تنه خبريالان وژل شوي دي ،مګر د خبريالانو ددفاع کميټه دغه شميره ٦٠ تنه ښيي . ",تراوسه ١٠٠ تنه خبريالان په عراق کې وژل سوي . 954,کابل," په سلګونو تنه ولسي وګړي نن پر داسې مهال چې دسړو سختو څپو د هېواد ډيره سيمې کنګل کړې دي ، نن دغزني ښار واټونو او سړکونو ته راووتل او په افغانستان کې يې ځان مرګي اووسله وال بريدونه وغندل . لاريونکونکو له دولت څخه ملاتړ اعلان کړ او دطالب اورپکو او پاکستان پر ضد يې چيغې او نارې وهلې .دوى وروستي بريدونه او په ځانګړې توګه د کندهار د سپين بولدک د بريد سخته غندنه وکړه . . تيره اونۍ د کندهار په ښار او دسپين بولدک په ولسوالۍ کې سخت بريدنه وشول چې ډير شمير ولسي وګړي په کې مړه ا ژوبل شول .کندهار والى داځل پاکستان ته سخته ګوته ونيوله . په بغلان او فارياب کې هم ورته لاريونونه شوي دي . لاريونکونکو د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې چې د بهرنيو لاسوهنومخه دې ونيسي . له دولت څخه هم غوښتنه شوې چې په دې اړه دې ګړندي او ټينګ امنيتي قدمونه پورته کړي . ",په غزني کې ستر لاريون وشو . 955,حقمل," امريکايي ورځپانې سانفرانسيسکو کرونيکل غرب او امريکا په دې تورن کړي چې د افغانستان بيارغاونې ته جدي پاملرنه نه کوي . ورځپاڼه ليکي :امريکا دافغانستان د بيارغاونې د ورکړل شويو ميليارد ډالري مرستو ژمنه ٦٠ ميليونو ته راکمه کړې ده .ورځپاڼه زياتوي د افغانستان بيارغاونې ته د امريکا کمه پاملرنه دا ښيي چې د بوش دولت غواړي دغه هېواد بيا دګډډيو قرباني شي . ",امريکا له افغانستان سره مرستې کمې کړې دي . 956,حقمل," افغان لړ پوړي چارواکي په کابل کې بينوا ته وويل چې دلندن ناستې ته به چې دوه ورځې دوام وکړي افغان حکومت د ملي ودې او پرمختګ ستراتيږي او تګ لاره وړاندې کړې . چارواکي وويل دغه طرحه لا نه ده بشپړه سوې او پر جوړولو يې کار پر چټکۍ سره روان دى . دلندن نړيواله ناسته چې د جنوري په ٣١ نيټه به د لانکسټر په ماڼۍ کې جوړه سي د ملګرو ملتونو سرمنشي کوفي عنان ، ولسمشر حامد کرزي او دبريتانيا لومړۍ وزير توني بلر به يې مشري په غاړه ولري .ناستې ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير ه او د څه کم ٧٧ هيوادونو استازي راځي .په دغه ناسته کې به چې ترډيره بريده سياسي بڼه لري ، تير کارونه وارزول شي او په راتلونکو پلانونو به بحث او خبرې وشي .په ناسته کې به دنيشه يي توکو دکراو قاچاق د مخنيوي ، بشري حقونو ، امينت ، حکومت داري او قانونيت او دنړيوالو هېوادونو اوټولنو په مرستو خبرې وشي او دا به په ډاګه شي چې مرستندويه هېوادونه د افغانستان له راتلونکي کال بودجې اوپه نورو پنځه کلونو کې څومره مرسته کولاى شي . په دې ناسته کې به هڅه وشي چې د نړيوالو لږ ترلږه ٥٠ فيصده مرستې د افغان حکومت په اک کې ورکړل شي . د ماليې وزير احدي وايي يوازې ٢٢ فيصده مرستې ددوي په واک کې ورکړل شوي دي او باقي مرستې په مستقيمه توګه د مرستندويه هېوادونو له خو الګول شوي دي او حساب يې له دوى سره دى. په ناسته کې د تيرو مرستو پر حساب او کتاب هم خبرې کيږي . ",دلندن ناستې ته به دملي ودې ستراتيږي وړاندې شي . 957,حقمل," د سعودي الوطن ورځپاڼې د ايتاليا د اطلاعاتي دستګاه د مدير سيسدي ماريوموري له خولې نن ليکلي چې دغه دستګاه داسې اطلاعات په لاس کې لري چې ددغه هېواد ښارونه تر سختو ترهګري بريدنو لاندې دي . ده د خپل هېواد په ښارونو کې د لندن او مادريد د ښارونو په څيرد بريدونو خبردارۍ ورکړى دى .د ايتاليا يو مخالف سياست وال دترهګري بريدونو لامل په عراق کې د خپلو ځواکونو شتون بللۍ دى.دى وايي ټول هغه هېوادونه چې د عراق په جګړه کې ښکيل دي تر سختو ترهګري بريدونو لاندې راغلي. ",د ايتاليا ښارونه ترترهګري بريدونو لاندې دي. 958,حقمل," افغان چارواکو په ننګرهار کې د يو لړ عملياتو په ترځ کې د هيروئينو ٨ کوچنۍ فابريکې له مينځه وړې دي . د عمليانو په بهير کې ٣٧١ کيلو ګرامه نيشه يي توکې او يو اندازه تيزابي توکي امنيتي چارواکو ته په لاس ورغلي دي.همداشان دکنړ والي ويلي چې امنيتي چارواکو ددغه ولايت دوټه پور ولسوالۍ په اړوند سيمو کې ٣١ کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي نيولي دي. دغه توکي په يو غار کې ځاى پرځاى شوي وو.امنيتي چارواکو په دې اړوند څوک نه دي نيولي . ",د هيروئينو ٨ فابريکې په ننګرهار کې ويجاړې شوي . 959,حقمل," د ملګرو ملوتونو سرمنشي کوفي عنان په عراق په ټولو ګوندونو غږ کړۍ دي چې يو ملي ائيتلاف حکومت دې جوړ کړي او د ملي پخلاينې د روحيې له مخې دې حکومت رامينځ ته کړي . په پارلماني ټاکنو کې شيعه ګوندنو د نورو پر پرتله څرګند برۍ ترلاسه کړى ، خو په يوازې سر د حکومت جوړولو توان نه لري او دې ته اړ دي چې له نورو ګوندونو سره ائيتلاف جوړ کړي . کردي ډلې په سلو کې ٥٣ ، سني ډلو ٤٤ ، د اياد علوي پلويانو ٢٥ او نورو وړو ډلو په ترتيب ١١ ، ٥ او٣ څوکۍ ګټلې دي . د عراق پارلمان ٢٧٥ غړي لري . د پارلماني ټاکنو وروستۍ پايلې له ٦ اونيو ځنډ وروسته پرون رسما اعلان شوې . ", په عراق کې ديوملي ائيتلافي حکومت جوړ شي . 960,حقمل," د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند شن مک کورمک وايي نه پو هيږو چې دشتمنيو له ليږد څخه د ايران موخه څه ده ؟ ده دايران د چارواکودغه پريکړه د نړۍ له پاره ګونګه بللې او وايي فکر کوم چې دا د دې بيلګه ده چې ايران له نړۍ څخه د زياتى يوازيتوب په حال کې دى . له دې وړاندي ايراني چارواکو له اروپا څخه د خپلو شتمنيو په ايستلو پيل کړۍ دى .ايران ويره لري چې د نړيوال بنديزنوپه لګولو سره به د ايران شتمنۍ په بهر کې کنګل شي .د ايران د اتومي وسلي د جوړولو پر سر د امريکا ، غرب او ايران تر مينځ شخړه مخ په پراخيدو ده او له دې وجې د نفتو بيې هم په نړيواله کچه لوړې شوي دي. ", نه پوهيږوچې د شتمنيوله ليږد څخه دايران موخه څه ده 961,حقمل," د خوست ولايت د يو ديني عالم کورته تيره شپه يو ماين وچاوديد چې له کبله يې کور ته يو څه زيان رسيدلۍ دى . په چاودنه کې مولوي رحمت الله ته زيان نه دى رسيدلۍ او امنيتي چارواکي وايي چې دا دهېواد د دشمنانو کار دى . د پېښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي. ",په خوست کې د يو عالم کورته بم چاودلۍ . 962,," په كابل كې داسې اوازې دي چې د افغانستان پارلمان به په كابينه كې د پام وړ بدلون راولي په دې بدلون كې به ځينې وزيران تغير او ځينې به له وزارت څخه رياست ته راكوز شي.   د ټرانسپورټ، حج او اوقافو، اقتصاد، مهاجرينو، معيوبينو وزارتونه به لوى رياستونه شي او د كورنيو چارو وزير به همدا سرپرست وزير شي د مخابراتو وزير به د برېښنا وزير او د برېښنا وزير به د كابل والي شي همدارنګه اوازې دي چې د كرزي ډيرى سلاكار وزيران به هم د سفيرانو په توګه واستول شي فقط يو درې كسه به د سلاكارو وزيرانو په توګه وي. همدارنګه اوازې دي چې د معارف وزير به د معارف معين ښاغلي صديق پتمن شي او  ښاغلى قرقين به د پروان د والي په توګه مقرر شي او د بهرنيو چارو وزير به سيد طيب جواد شي او ډاكټر عبدالله به په ملګرو ملتون كې دايمي استازي وي. ",په كابينه كې تغير 963,," د عوت ۱۷۸ - ۱۸۰ ګڼه له چاپه راووتهد دعوت پرله پسې ۱۷۸ - ۱۸۰ ګڼه کې چې په دې وروستیو کې له چاپه راووتې چې د سریزې په څنګ کې دا مطالب پکې خپاره شوی دی:• افغانستان ته د بیرته لیږلو پر ضد د ناروې په اوسلو کې د افغانانو لاریون.• د بن لادن لټون د پښتنو پر خاوره (دوهمه برخه).• جنرال های بګیل اردوی شاهي افغانستان.• د سیاست د سیالۍ په ډګر کې د بدیل په حیث تبارز.• د افغان روڼ اندو اساسي دندې (دوهمه برخه)• پاکسازی زبان دری از اصطلاحات پشتو!• په سویډن کې د دوستۍ کلتوري ټولنې خبرتیا• آیا اسلام په رښتیا تروریزم تشویقوی؟• استعمال نام (افغانستان) جرم است• په هوتکي پلازمینه اصفهان کې د هوتکې دورې دوه ډبرلیکونه او څه نورې تاریخي نښې• په پارلمان کې د وکیل دندې• او هغه نومیالی لیکوال چې ویل به یې: په کور کې په ګلکارۍ کې او په پوهنڅي کې په ګرامر کې نښتی یم، هم له نړۍ وکوچید.• پاکستان از افغانستان چه میخواهد؟ برسمیت شناختن خط دیورند، یا مستعمره ساختن افغانستان؟• رښتیا ، حق او عدالت د وسیلې په توګه• ولسمشر کرزی ته سرخلاصی لیک• د وریښمو کاروان• احمد ظاهر د اواز د بیسارې کنعاني ښکلا په ګرمانه د غبرګو (درغلی زلیخاوو) د هوسونو په زندان کې د مرګ کومی ته وسپارل شو.• مینه• یاهو ډاټ کم Yahoo.com• Dulce Bellum Inexpertis by Bruce G. Richardson• Tvangsendes hjem (Norwegian)• 600 afghanere demontrerte mot tilbakesending (Norwagian)او نور ډیر په زړه پورې مطالبد دې ګڼې سریزه په دې ډول ده: سرليکنه خــپـلواکـي کړکیښونه تل د ولسونو د بدو او ښو ورځو نه خبرې کوی، زموږ هیواد هم د تاریخ په اوږدو کې ښې او بدې ورځې درلودلی دی او لری یې او راتلونکې به یې هم د همداسو ورځو درلودونکې وي.څه کم یوه پیړۍ مخکې انګریزی ښکیلاک زموږ هیواد په مستقیم او غیرمستقیم ډول د خپل کنترول لاندې ساته چې غازی امان الله خان د انګریزانو دغه ډول کنترول ته د پای ټکی کیښود. مدبر افغان ټولواک حضرت امان الله خان غازی د افغانستان د معاصر تاریخ هغه ستوری دی چې په اسمان او ځمکه دواړو یې د افغانانو او د ګران هیواد د خپلواکۍ ستوری وځلول او په سیمه کې یې د لومړی ځل له پاره د محکومو او د اشغال لاندې ولسونو ته وښوده چې د غلامۍ او د پردیو د بیرغونو نه ازاد هم اوسیدل شونې دي.دغه مدبر مشر د خپلواکۍ په څنګ د افغان میړنی ولس د زر هوساینې او پرمختګ له پاره داسې هڅې او کوښښونه پیل کړل چې د هره پلوه افغانان په خپلو پښو ودریږی او په خپل پرمختګ، علم او پوهې سره وکولی شی هغه خپلواکی چې د انګریزی استعمارګرو نه وړیا لاس نه ته ده راغلې د علم، بوهې، پرمختګ او یووالی په برکت د تل له پاره وساتل شي.هوښیار دښمن چې په پوځی ډګر کې یې د شرمه ډکه ماته په برخه شوې وه په دې هڅه کې وو چې پّه څه ډول وکولی شي د افغانانو نه خپل بدل واخلی او پرینږدی چې افغان مسلمان ولس په خپلو پښو ودریږی نو همدا و چې د وخت پّه انتظار او د غلامانو په روزلو بوخت و تر څو وکولای شي په خپل وخت مناسب ګوزار وکړی نو هماغه و چې د افغانستان نوی خپلواک هیواد ته یې په مختلفو پلمو د ستونزو د پیداکولو او غازی امان خان الله د حکومت د نسکورول له پاره د لستوڼو د مارانو نه کار واخیست او په لږه موده کې یې نوموړی مدبر مشر حکومت د منځه یوړ، او د غلو یوه ډلګۍ یې په افغانستان حاکمه او د پرمختګ دروازې یې پرې وتړلې.اوس هم افغان ولس پوره ۸۴ کاله وروسته د یو بل ستر ازمون سره مخ دی زموږ په ګران هیواد د پردیو په زرګونه عسکر ځای پر ځای شوی دی په داسې حال چې نه داسی ملی زعیم شته چې په پوره پوهې او بصیرت سره افغان ولس د دې ستر طوفان نه په سوله ایزه توګه وباسی او افغان ولس هغه لوری ته رهنمایی کړی په کوم چې د افغانانو عزت، خپلواکی او ملي ګټې پرتې دي.ازادی هغه بختور نعمت دی چې افغان ولس یې د بېسارو قربانیو سره تل مستحق و او دی خو دا کړیدلی ولس هیڅکله د دې نعمت نه په رښتیني توګه برخمن شوی نه دی او نه یې ترینه ګټه اخیستې ده. راځۍ چې په دې فکر وکړو چې څرنګه افغانستان د دې ستر طوفان نه په پوره پوهې، سیاسي بصیرت، او یووالی سره وباسو او د افغانستان عزت، ناموس، خپلواکي او ملی یووالی خوندی کړو؟.د افغان سرلوړی ولس د تلپاتې خپلواکۍ او خپلواک اوسیدو په هیله ",د عوت ۱۷۸ - ۱۸۰ ګڼه له چاپه راووته 964,," جلالزی + کابل پنځه افغان وگړي پاکستاني پولیسو د هغه هیواد کورني امنیت ته د گواښ د رامنځ ته کولو په تور ونیول  دا افغان وگړي د جمعه په ورځ په پیښور کښيد تلاشي په جوړو شویو پوستو کښي نیول شوي دي  پاکستاني چارواکي وایې د متروپول پولیسو دا کسان وروسته له هغه د پیښور ښار په بیلا بیلو برخو کښي ونیول چه له دوی سره په پاکستان کښي د گرز را گرز قانوني اسناد نه وو . دا افغانان اوس ویل شوي چه د پاکستان د حکومت له خواه به ورسره د کورني امنیت په چوکات کښي عمل وشي . دا کسان په داسي حال کښي په پیښور کښي نیول شوي چه په همدې ور ځ په دی ښار کښي په زرهاوو تنه واټو ته راووتل او د امریکا ضد شعارونه یی له ځان سره لیږدول . لاریون کونکو د افغانستان او پاکستان تر منځ په پراته قبایلي کلي دمه دوله کښي د امریکایي ځواکو د بمباری غندنه کوله او له ولسمشر پرویز مشرف نه یې غوښتنه کوله تر څو له امریکایانو سره حساب او کتاب وکړي او په پیښور کښي د امریکې قونسولگري وتړي ",پنځه افغان وگړي پاکستاني پولیسو نيولي دي 965,," جلالزی + کابل د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر به افغانستان ته د مرسته کونکو هیوادو په لندن کښي د جوړیدونکي کنفرانس د گډونکو له ډلي یو وي . دا کنفرانس به تر څو ساعتو په لندن کښي پرانستل شي او گډون کونکي هیوادونه به افغانستان ته په 5 کلن پرمختیایي او امنیتي پلان پر سر یو جوړ جاړي ته سره ورسیږي . په دې غونډه کښي به د امریکې د بهرنیو چارو وزیره میرمن کاندولیزا رایس هم گډون وکړي خو په دوهمه ورځ ځکه د کنفرانس د پیل په ورځ به ولسمشر بوش خپل ملت ته راډیوي وینا کوي او دا به هم له بوش سره حاضره وي . دا کنفرانس د بن له کنفرانس وروسته افغانستان ته د بسبنه ورکونکو هیوادو دوهمه ناسته ده چه د انگلستان په لندن ښار کښي به پیل شي ",پاکستان به د مرسته کونکو هیوادوپه غونډه کي ګډون وکړي 966,," جلالزی + کابل د افغانستان د بگرام له امریکایي زندان نه د القاعده دډلي د څلورو فراریو لوړ پوړو غړو له ډلي یو یې اوس غواړي خپل پلرني هیواد ته ستون شي خو ویره لري چه د سعودي حکومت به یې ونیسي  د عربستان الوطن ورځپاني د القاعده د دې کس محمد القحطاني د پلار له قول لیکلي چه نوموړی غواړي اوس سعودي عربستان ته را ستون شي خو ځای یې تر اوسه نده معلوم چه چیرته پټ دی . القحطاني له خپل پلار سره په تلیفوني اړیکي کښي ویلي چه هغه تصویر حقیقت نلري چه نوموړی د یو برمته کس د وژني په حال کښي ښيي . الوطن ورځپاني د نوموړي د استوگن ځای او په هغه هیواد کښي چه دی پټ دی د نوم په اړه څه نه دي ويلي ",له باګرامه تښتيدلی زنداني غواړي خپل وطن ته ستون شي 967,," جلالزی + کابل په افغانستان کښي یو ځل بیا د پاکستان پر ضد لاریونونه د زرگونو تنو له خواه پیل شول  عیني شاهدان وایې لاریون کونکي چه شمیره یې د 2000 ته رسېده  نن د غزني د ولایت ودانۍ ته ورغلل او د پاکستان لاس وهنه یې په افغانستان کښي وغندله . لاریون کونکو د کندهارښار او سپین بولدک چاودني ته چه څه دپاسه 20 تنه پکښي مړه او تر 30 ډیر ټپیان شوي وو په اشارې وویل چه دا چاودني د پاکستانیو خرڅو شویو کسانو له خواه تر سره شوي دي . رویتر آژانس هم رپوت ورکړی چه په دې لاریون کښي د تاوتریخوالي نښي ندي لیدل شوي او لاریون کونکو له ملگرو ملتوغوښتنه وکړه چه ژر تر ژر دي د داسي پیښو د عاملیونو په پیژند گلوي کښي له افغانستان سره مرسته وکړي . دا لاریون په داسی حال کښي په لاره اچول شوی چه تیره اونۍ د سپین بولدک ولسوالۍ په زر گونو تنو اوسیدونکو چه سرونه یی په تورو پټو ترلي او تور بیرغونه یې له ځان سره لیږدول د پاکستان لاس وهني په افغانستان کښي وغندلې او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هم په دې پیښو کښي د القاعده د تروریستي شبکی لاس داخل وباله . خو د قندهار والي  اسدالله خالد بیا دا چاودني د پاکستانیانو کار وبللې ",د پاکستان پر ضد زرګونو کسانو لايون وکړ 968,," جلالزی + کابل ملگري ملتونه وایې د نړۍ هیوادونه ښایې چه د القاعده  شبکې سره د تړاو کمپنیو او شرکتونوډیر نومونه دوی ته په واک کښي ورکړي . د ملگرو ملتو د څیړنو د کمیتې مشرانو دا خبره کړې ده .دوی وایې په هغه لیست کښي چه د نړیوالو له خواه دوی ته سپارل شوي په کافی اندازه د هغو کمپنیو او شرکتنو نومونه نشته چه د القاعده  شبکې مالي ملاتړ کوي . د دې کمیتې د 2005 کال په راپور کښي راغلي وو چه د نړۍ هیوادونه دي د تروریزم په وړاندي په جگړه کښي د هر دول ملاتړ کونکو څانگو نومونه دوی ته وسپاري . د ملگرو ملتو په دې لست کښي د 204 شرکتونو او کمپنیو نومونه لیکل شوي چه په یو نه یو ډول د القاعده او طالبانو ملاتړ کوي . د ملگرو ملتو د دې درخواست په اړه تر اوسه نړیوالو نور څه ندي ویلي ",م . ملتونه د القايده د مالي ريښو د پيداکولو په لټه کي دي 969,حقمل," وسله والو کسانو د غزني ولايت د اندړو په ولسوالى کې په يو بريد کې د پوليسو يو افسر وژلۍ او يو تن يې ټپي کړۍ دى .امنيتي چارواکو په سيمه کې پلټنې پيل کړي دي . د غزني والي شيرعلم د دغه بريدپړه پر طالبانو اچولې . په بريد کې د پوليسو موتر هم ويجاړ شوي دي . ",په غزني کې يو پوليس مړ او بل ټپي شوي دي. 970,حقمل," دبهرنيو چاروز ير داکتر عبدالله د يو ورځني سفر په موخه د قطر هېواد ته روان شو. په دغه سفر کې به د قطر له امير او دبهرنيو چارو له وزير سره وګوري او هڅه به وکړي چې د لندن د ناستې له پاره د دغه هېواد ملاتړ ترلاسه کړي . قطرپه افغانستان کې د پانګې د جلبولو په موخه ١٠ ميليونه ډالر د اسلامى هېوادونو د سازمان صندق ته ځانګړې کړي دي .د لندن ناسته لس ورځې وروسته د ٧٧ هېوادونو د استازو په ګدون جوړيږي ، چې مشري به يې افغان لسمشر حامد کرزي ، توني بلير او کوفي عنان وکړي. ",داکتر عبدالله قطر ته روان شو . 971,," د ولسي جرګې ناسته د يو شمير غړو د نه شتون له امله جوړه نه شوه . له ٢٤٨ غړو څخه يوازې ٣٠ تنه غړي د ولسي جرګې ناستې ته راغلي وو.ډيره وکيلان په رخصتيو تللي دي . ",د ولسي جرګې ناسته ونه شوه . 972,," د بشري حقونو دخپلواک کميسيون وياند احمد نادر نادري د افغانستان په شمال کې د يو لړ ستونزو په هکله انديښنه ښودلې او وايې داسې بيلګې يې تر لاسه کړي دي چې ځيني قوماندان شخصي جيلونه لري . نادري خپله انديښنه په داسې مهال کې ښودلې چې تير کال څه ناڅه ٤٠ شخصي جيلونه د هېواد په مختلفو سيمو کې تړل شوي دي. نادري د يو شمير زورزياتيو او له ولسي خلکو نه په زوره د باج اخيستلو او د جايدادونو د غصبولو خبره هم کړې ،مګر د تير کال په پرتله يې وضعه او ددولتي چاروکو چلند يو څه ښه او مناسب بللۍ دى .د سمنګانو والي د نادري له څرګندونو سره هم غږۍ نه دى او وايي په دغه ولايت کې شخصي جيلونه نه شته او هرڅه سم دي. ",نادري :په شمال کې لا هم شخصي جيلونه شته 973,حقمل," د کوزوو ٦١ کلن ولسمشر ابراهيم روګوووا د سرطان ناروغۍ له کبله په حق ورسيد. د ابراهيم مړينه په سيمه کې يوه تشه رامينځ ته کړي او د کوزوو دغه زاړه سياستوال ته د خپلواکۍ د هڅو له امله د( بالکان ګانډي )نوم ورکړ شوى دى . د اروپاي ټولنې د بهرني سياست مشر خاوير سولاناد کوزوو مختلفو ډلو مشرانو ته د يوليک په استولو سره غوښتنه کړې چې خپل يوالۍ وساتي. ",ابراهيم روګووا په حق ورسيد . 974,حقمل," د اسرائيلو ددفاع وزير شاوول موفاز وايي د زغم وړه نه ده چې ايران دې خپل ځان ته اتمي ځواک برابر کړي . دى وايي لومړيتوب په دې هکله ديپلوماسي ده .موفاز زياتوي موږ بايد د هغو د مقابلې له پاره ځان تيار کړ و . ايران ټينګار کوي چې ددو ى اتومي پروګرام سوله ايز دى . د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند حميد رضاد اسرائيلو ددفاع وزير څرګندونې يو ماشومانه حرکت بللۍ او وايي چې دا ډول څرګندونې به سخت ناوړه پايلې ولري . ",اسرائيل : په اتومي وسلو سمبال ايران به ونه زغمي . 975,حقمل," د ترکمنستان ولسمشر سفر مرادنيازوف په دې تمه مسکو ته ځي تر څو د روسيې له ولسمشر پوتين سره هغه هېواد ته د غازو په نل ليکه او ليږد خبرې وکړي. د اوکراين د انرژي وزير هم مسکو ته په رسيدو دى . له دې وړاندې د رسيې او اوکراين ترمينځ د غازو په ليږد او بيه باندې غټې ناندرۍ رامينځ ته شوې .د ارمنستان ولسمشر به هم نن مسکو ته له پوتين سره د غازو دبيې پر سر د خبرو په موخه مسکو ته ورسيږي. ",د ترکمنستان مشر مسکو ته ځي . 976,حقمل," د شنبې په ورځ د نپال په پلازمينه کتمندو کې دولتي ضد لاريون چې د ولسواکۍ شعارونه يې ورکول د پوليسو له خوا وځپل شو او ٣٠٠ کسان يې جيل ته واچول شول .لاريونکونکو د نپال پادشا پر ضد شعارنه ورکول او له پوليسو سره هغه وخت ونيښتل چې پر پوليسو يې ډبرې واورولي. پوليسو په لاريونکونکو اوښکي بهونکۍ غاز استعمال او هوايي ډزې وکړي او يوې او بلې خوا ته يې تيت او وشړل . د پنجشنبې او جمعې په ورځو هم پوليسو د ١٠٠ تنو په شاو خوا کې مخالف سياست وال بنديان کړي دي. ",په کتمندو کې لاريون وځپل شو . 977,حقمل," افغان ولسمشر حامد کرزي او ورسره د کابينې يو شمير وزيران او سلاکاران يې د راتلونکې شنبې په رځ د سويس هېواد ته سفر کوي . ټاکل شې ده کرزي به په دغه هېواد کې د نړۍ دهېوادونو په جوړيدونکي اقتصادي غونډه کې برخه واخلي او له هغه وروسته به ديوې ورځې له پاره ډنمارک ته سفر وکړي . د ډنمارک له کتنې وروسته به د لندن په لور وخوځيږي. ",کرزي سويس ته ځي . 978,حقمل," د کاناډايې ځواکونو ١٤٠ کسيزه ډله دافغانستان په لور خوځيدلې ده او تاکل شوې ده له خپلو ځواکونو سره د افغانستان په قندهار کې يو ځاى شي . ټاکل شوې ده ١٣٠٠ نور کاناډايي سرتيري په راتلونکې کې افغانستان ته راورسيږي . کاناډايي سرتيري به د ناتو دځواکونو په چوکات کې خپلې دندې سرته ورسوي او دهغه هېواد د چاراکو پر وينا پر دغه دنده به ٢٠٠ ميليون ډالر لگښت راشي .د امريکايي ځواکونو له کمښت سره به سم ناتو٦٠٠٠ نوي ځواکونه د افغانستان په جنوب او نورو ناامنو سيمو کې ځاى پر ځاى کړي.پر هالنډ هم زور راغلۍ تر څو خپل ١٤٠٠ سرتيري افغانستان ته واستوي. ",يوه ډله کاناډايي ځواکونه دافغانستان په لورخوځيدلي 979,حقمل," د امريکايي فوځ په يوه خپره شوې پاڼه کې راغلي چې دوه تنه سرتيري يې د جمعې په ورځ د فوځي عملياتو په بهير کې د عراق کې په حقلانيه ښار کې وژل شوي دي. د رسني خبريو د رپوټونو له مخې ټول ټال تراوسه ٢٢٢٤ امريکايي سرتيري په عراق کې وژل شوي دي . له بلې خوا عراقي مخالفو وسله والو ډلو د يو جګ پوړي عراقي چارواکي زوى تښتولۍ دى .ويل کيږي تښتول شوى کس د عراق ددفاع وزير له خپلوانو څخه دى. ",٢ امريکايي سرتيري په عراق کې وژل شوي دي . 980,,"   نن خبریالانو ته ددفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وویل چې ددفاع وزارت په قندهار، زابل، هلمند، ارزگان او پکتیا په ولایتونو کې امنیتي پوستې اچولې ترڅو پدغو سیمو کې لا ښه امنیت ساتلی شوی وي. ویاند دغه راز دطالبانو له لورې وروستي ځانمرگي بریدونه ددوی ماتې وگڼله او دکیفیت له لحاظه یې دغه بریدون خورا کم وبلل.  دروان میلادي کال له پیله دهیواد په سهیل کې گڼ شمیر ځانمرگي بریدونه ترسره شوي. ",دفاع وزارت سهیل کې امنیتي گزمې زیاتې کړي. 981,," د اسلامې کنفرانس سازمان مشر اکمل الدين احسان اوغلو په عراق کې د څو ګونديز دولت د جوړيدو غوښتنه کړې ده . ده له ټولو ګوندونو ، سياسي ډلو، سياست والو او عراقي پرګنو څخه په ټينګه غوښتنه کړې چې خپل اختلافونه دې يوې خواته پريږدي او داسې څو ګونديز دولت دې جوړکړي ،چې ټولې ډلې په ځان راټولې کړي .ده هيله څرګنده کړې چې ټول عراقيان دې د ملي ګټو، مصالحو او دخپل هېواد دبيارغاونې په موخه ګډې هڅې وکړي. دغه سازمان ٦٥غړي هېوادونه لري .د عراق په پارلماني ټاکنو کې شيعه ډلو ١٢٨ ،کردانو ٥٣ ،سنيانو٤٤ او نورو ٢٥ څوکۍ گټلې دي. همداشان د عراق پخوانۍ لمړۍ وزير اياد علاوي له کرد مشرانو سره د ملي يوالي دولت دجوړيدو د خبرو په موخه پرون کردستان ته تللۍ دى. ", څو ګونديز دولت دې په عراق کې جوړ شي . 982,حقمل," تيره شپه د پاکستان د بلوچستان په سوبه کې د فوځ او سله والو قبايلو په جګړه کې ٩ ولسي وګړي مړه او ٤ فوځيان ټپيان شوي دي. د پوليسو سرچينووويل جګړه هغه وخت رامينځ ته شوې ده چې قبايلي وسله والود کويټې په جنوب کې پر دولتي ودانيو او تاسيساتو د توغنديو بريد وکړ.د پاکستان امنيتي چارواکي وايي چې د بوکتي په ديره کې قبائيلي وسله والو ٥٠٠ توغندي ويشتلي او ډير زيان يې دولتي ودانيو ته رسولۍ دي . دسيمې گڼ شمير وګړي له سيمې څخه تښتيدلي دي.له څو اونيو څخه راپه دېخوا په دغه سيمه کې تاوتريخوالۍ رامينځ ته شوى دى او په کې يو شمير وګړي مړه او ژوبل شوي دي. ",په بلوچستان کې جګړه شوې ده . 983,حقمل," د ترکمنستان يو وزر ( ام آى ٨ ) ډوله چورلکه له خپلو ٧ تنو عملې سره د افغانستان په هوايي قلمرو کې تري تم شوې ده . چورلکه د نړيوال سره صليب له خوا په پاکستان کې زلزله ځپلو خلکو ته د بشري مرستو په موخه له ترکمنستان څخه په کرايه نيول شوې وه.دغه چورلکې د جمعې په ورځ له پاکستان څخه ترکمنستان ته دستنيدو په موخه الوتنه کړې او د افغانستان قلمرو ته په ننوتو سره ورسره مخابراتي اړيکي قطع شوي دي. د ترکمنستان چارواکي وايى چې الوتکه يې هېواد ته لا تراوسه نه ده ستنه شوې . په افغانستان کې د ائيتلافي ځواکونو له خوا په دې اړوند پلټنې پيل شوي دي. ",د ترکمنستان چورلکه په افغانستان کې تري تم شوې. 984,حقمل," د لوګر ولايت په سلګونو تنو وګړو نن په دغه ولايت کې په يو لاريو ن لاس پورې کړ او د وروستيو ځانمرګو او اوسله والو بريدونو غندنه يې کړې ده .لاريونکونکو د کرزي له دولت څخه ملاتړ وښود او د پاکستان په وړاندې يې کرکه او نفرت څرګند کړ . لاريون کونکو د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول او نارې يې وهلې چې ترهګران په پاکستان کې روزل کيږي اوپاکستان د افغانستان په ځانمرګو او وسله والو بريدونو کې لاس لري. لاريونکونکو له ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې په پاکستان کې دې د ترهګرو د روزنې کمپونه وتړي. له دولت څخه يې هم وغوښتل چې په دې هکله ټينګ امنيتي تدابير ونيسي . ",په لوګر کې لاريون وشو . 985,حقمل," د عراق د جنايي محکمې مشر جعفر الموسوي وايي د صدام محاکمه به د جنوري په ٢٤ نيټه له سره په بغداد کې پيل شي . نوىقاضي علي الهماشي به د محاکمې مشر توب په غاړه ولري . له دې نه وړاندي د صدام مشر قاضي رزکار محمد امين له خپلې دندې څخه استعفى کړې وه .صدام او ٧ تنه پلويان يې په ٨٠ لسيزه کې د عراق په جنوب کې د دجيل په کلي کې د ١٤٠ تنو شيعه وو په وژونود تور تر محاکمې لاندې دي. ",د صدام محاکمه پر ټاکلي مهال له سره پيل کيږي . 986,," د سعودي عربستان پاچا د اسيا ٤ هېوادونو ، چين ،هند ، ماليزيا او پاکستان ته په سفر روان شوى دى . پاچا به نن د چين له ولسمشر سره له خبرو او کتنې وروسته هندوستان ته لاړ شي . ",د عربستان پاچا د اسيا ٤ هېوادونو ته په سفر وتلۍ . 987,حقمل," د افغانستان په جنوب کې سږ کال د بدامنيو له امله څه ناڅه ٢٠٠ ښوونځۍ د زده کونکو پر مخ تړل شوي دي . يوازې په قندهار کې د ټول ټال ٣٣٥ ښوونځيو څخه ٥٣ ښوونځۍ تړل شوي دي . همداشان د هلمند او زابل په ولايتونو کې هم په لسګونو ښوونځۍ تړل شوې دي . په روان کال کې په دغو ولايتونو کې په يو شمير ښوونځيو وسله وال بريدونه شوې او يو شميرنورو ته اور اچول شوى دىاو دښونځيو ښونکي وژل شوي. دهمدې ويرې له کبله په کليوالي سيمو کې زده کونکي له زده کړو څخه بې برخې پاتې شوي اود هېوادوالو اندېښنې يې راپارولې دي. ",٢٠٠ ښوونځۍد هېوادپه جنوب کې تړل شوي دي. 988,حقمل," انګريي ژبې اونيزې سانډې ټايمز ليکلي ابو معصب الزرقاوي چې په عراق کې د القاعده دډلې مشر ياديږي هره شپه دچاوديدونکو توکوله ډک کمربند سره بيده کيږي . اونيزه په نننۍ ګڼه کې د مقاومت د سني ډلې د يو مشر شيخ ابو عمر الانصاري له خولې ليکي ( دى هيڅکله دغه کمربند له ځانه نه لرې کوي).شيخ وايي چې زرقاوي ده ته ويلي (زه غوره بولم ځان ته انفجار ورکړم او ديو شهيد په توګه ومرم ، ترهغې چې د امريکايانو له خوا ونيول شم ) .امريکايانو د زرقاوي د سر بيه ٢٥ ميليونه ډالر ټاکلې . ",زرقاوي د چاوديدونکو توکوله کمربندسره بيده کيږي . 989,," د افغانستان د ولسي جرګې ناسته پس له دوو اونيو رخصتيو وروسته نن جوړه شوه او په کې دهېواد د امنيت مسله راولاړه شوه . پرونۍ ناسته ونه شوه او په نننۍ ناسته کې د ولسي جرګې تول غړي په دې سلا شول چې امنيتي مسئلې دې په کې په پوره او بشپړه توګه وڅيړل شي.د هېواد امنيتې وضعه په دې وروستيو کې مخ په خرابيدو ده او يو شمير وسله وال او ځانمرګي بريدونه ترسره شوي چې د ټول هېوادوالو اندېښنې يې راپارولي دي. د ملى دفاع وزارت وايې د هېواد سهيل ته يې نوي ځواکونه استولي او ټينګ امنيتي تد ابير يې د نويو امنيتي پوستو په جوړولو سره زيات کړي دي. د دفاع وزارت وياند وايى ځانمرګي بريدونه د مخالفاتو کمزوري ده .دى وايې په دې اړوند يې د استخبارتي ډلو دروزلو کار پيل کړىدى.د ولسي جرګې په غونډه کې وويل شول چې هر وکيل کولاى شي دځان دساتلو له پاره يو ساتونکۍ له ځان سره ولري او د وکيلانو له پاره د تګ او راتګ په موخه د موټرو د پيرودنې خبره هم وشوه،چې دټولو وکيلانو د تائيد وړ وګرزيده . ",د ولسي جرګې په ناسته کې پر امنيت خبرې وشوې. 990,محمداکبر شهيم - کندهار," محمد ا کبرشهیم – کندهار  څرنګه چي دا ‌ثابته او روښانه ده چي  هر ؤګړی په خپل مورني ژبه د لیکلو،لوستلو او ویلو حق لري، او په نړۍ کي زیات شمیر ملتونه شته چي هر ملت پخپله ژبه لوستل، لیکل او ویل کوي او هر ملت ددې کوښښ کوي چي ددوي ژبه ډیره مشهوره او د نړۍ په زیاتو بر خو کې زیات ؤګړي پخپله ژبه ؤپوهوي، او دا هم یو قانوني کار دی هیڅوک حق نلري چي بل څوک د خپلې ژبي د پر مختګ او ژبي ته د کار کولو څخه منع کړي او یا ور ته په مخکې مشکلات ایجاد کړی، را به شودې ځای ته چي ولي په نړۍ کي د ځینو ملتونو مورني ژبې  ډیري پر مختللې او بین المللي شوي او د نړی زیات شمیر ؤګړی پري پو هیږي او هڅه وهاند کوي تر څو دا ژبي زدکړي، څو شیان ددې عوامل کیدای شي چي یو ملت یا قوم  باید ورته ټینګ متؤجه شې تر څو ؤکولاشي دخپلي ژبي لپاره کار وکړي .....   ۱: هر ملت یا قوم چي د خپلي ژبې او قوم پر مختګ او تثبیت شوي حقوق غواړي باید اول د خپل ځان نه پخپله ژبه ویل، لوستل او لیکل شروع کړي او همداسي  پر مخ ولاړ شي، خو له بد مرغه مونږ د خپلي ژبي او قوم حقوق غواړو خو د بل په ژبه  پښتانه استادان مو د خپل ژبي د حقوقو د عؤه کوي  خو په مکتبونو او پو هنتونو کي بیا په خپله په دري ژبه تدریس کوي او د لیل هم داوايي چې مونږ په پارسي ژبه زدکړي کړیدي او د همدې پارسي ژ بې په چوکاټ کي ښه او اسان تدریس کیږي،حکومتي مامورین مو په شعبو کي په پښتو ژبه خبرې کوي خو کله چي کوم مکتوب لیکي نو په پارسي يې لیکي او چې ځيني سوال وکړې چي ته پښتون يې پښتو لیکلی شې اوویلی شې پرې پو هیږې ولي  په پښتو نه لیکې نو به واورې چي د ډیر وخت دا حکومتي مکتبونه په پارسي ژبه لیکل کیږي او همدا د مکتبونو لیکلو ترتیب په پارسي کي ښه شویدی او مو نږ اوس ورسره ډیر ښه عادت لرو او په لیکلو کې  یًي مشکل نلرو په پښتو کي  څوک اوس دا ترتیب  د لیکلو جوړه وي، د ټو لنې او کورني مشران مو په پارسي لیکلو او ویلو کي ډیر تکړه دي ، نو څنګه کیدای شي چي مونږ د خپلي ژبي او حق د عؤه کوو او لیک را ته په دری ( پارسي)  کې اسان وي. نو هم هغه د رباني  د  حلوعقد شورا په یاد شؤ چې مخلفینو په را ډیو ګا نو کي مر کي کولې چې مو نږ دا نوم ویلي نشو چي په دې یًې خپله بیسوادي نړۍ ته ثابته کړه ځکه چي دا یو عربي نوم دی او مونږ مسلمانان هم یو او په کم کتاب چي مو نږ ایمان را وړی دی هغه هم په عربي ژبه کي لیکل شویدی نو ددې نه څرګندیږي چي ز مونږ قرآن پا ک هم ندی زده. نو یو نفر چي مامور وي تعلیم یې کړی وی پښتون وي خو پښتو نشي لیکلي آیا د دوی په سواد کي شک نشته، آیا نور خلګ به مونږ ته ګو ته ؤ نه نیسي چي تا سي پښتانه خپله پښتو نشی لیکلي نو د بل څخه څه ګیله کوی، آیا فکر کوي تر څو چي حکومتي مامورین، اوستادان .......... ځان د پښتو ویلو او لیکلو سره اشنا نکړي اویا ددوی پرځاي نوي ځوانان مقرر نشې دپښتو ویلو او لیکلو د مشکل سره چي مو نږ ورسره لاس او ګروان یو خلاص شو. ۲: بل قوي اقتصاد دی چي د ژبي په پرمختګ کي فعا له ونډه لري په هر آندازه چي یو قوم یا ملت د خپل اقتصاد د قوې کول او تولیداتود ډیریدلو لپاره کار کوي په هغومره اندازه د نوري نړۍ پاملرنه ځان ته را اړه وي ځکه هغوي خپل تولیدات په خپله ژبه ؤ نوري نړۍ ته صادروې خو بد بختانه زمونږ ملي سوداګر او تولیداتي فابریکې په خپل ملک کي د ننه و خپلو خلګو ته خپل تولیدات د نورو په ژبه ور پیژني او تلویزون او راډیوګانو کي د نورو په ژبه اعلانونه کوي. ",پښتانه مامورين او سوداګر او د پښتوژبي ستونزه 991,,"   دولسمشر کرزي دمطبوعاتي دفتر له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر کرزی دکوسوو دهیواد دولسمشر ابراهیم روگوفو پر مړینه خفه شوی او دتسلیت مراتب یې ددغه هیواد خلکو ته وړاندې کړي. ابراهیم روگوفو دشنبه په ورځ دورپیښې شوې ناروغۍ له امله وفات شوی.  ",ولسمشر کرزی دکوسوو دولسمشر پر مړینه خفه شوی. 992,ډاکټر حسن لندن," ستا نظر چې نن کتل په کوم انداز کړو            ما انګړ د لیمو فرش ورته په نیاز کړو په لوندوالې د وزرو اوس خبر شو               چې ئې فکر تر مادي  پورې پرواز کړو زمونږ د خواروپه رڼا کې سترګي بریښې           لکه شمع خپل  تورتم  ته سوز ګدازکړو کم ئې مه ګڼه تر خوان د بادشا ها نو                که په ویړ تندې چا وړاندي درته پیاز کړو عا قبت ته د هستې به کله پام کړو                  که به ئې فکر تل د حال او د اغاز کړو بډاینه په ثروت سراب لیدل دي                   استغنا غنې حسن غریب نواز کړو   ",سوزګداز غزل 993,غلام جيلاني ځواك," غلام جيلاني ځواك  د ملا خاكسار وژنه او د كندهار په سپين بولدك كي ځانمرګي بريد يو ځل بيا وښوده چي د افغانستان دسوكالي او امن دښمنان په هيڅ توګه د افغانستان پرمختګ، سوكالي او نيكمرغي نشي زغملي، د كندهار د سپين بولدك پيښه دومره غير انساني او ناځوانمردانه پيښه وه چي حتي طالبانو هم دا ضروري وګڼله چي دي پيښي سره خپله لا تعلقي اعلان كړي. د نورو ډيرو پخوانيو پيښو په خوا كي د ملا خاكسار د وژني او بياد سپين بولدك پيښو كي په ښكاره توګه د پاكستان لاس ليدل كيږي، سره له دي چي افغانستان د خپل خاص جيو پوليټيك موقعيت له امله تل د نژدي اولري ګاونډيانو له دښمني سره مخ شوي خو د پاكستان هيواد دخپل بدمرغه زيږيدني له لومړي ورځي د افغانستان دكمزوري كولو او افغانستان ته دستونزو د راوړالولو هڅي كړي، او بي له څه ځڼډه يي تراوسه ورته ادامه وركړي، پاكستان په دي باور دي چي د افغانستان هستي د پاكستان نيستي ده او برعكس د افغانستان نيستي د پاكستان هستي ده، پاكستان چي د وخت د استعماري ځوا ك د سياسي ضرورتونو له مخي د ديني اومذهبي كركي اونفرت پربنسټ د افغانستان اوهند نه پر بيلو كړاي شويو خاور جوړ شوي، له دي ويره لري چي كه افغانستان پرخپلو پښو ودريد په هماغه شيبه به پاكستان له پښو وغورځيږي. د افغانستان د كمزوري كولو د هڅو په لړكي د جهاد په بهير كي د بي اتفاقيو اور ته دلمن وهلو نه وروسته د طالبانو دپرژي پلي كول كه دپاكستان ستره بريا وه نود طالبانو د رژيم پرځيدل په همدي پرتله د پاكستان د جنرالانو يوه ستره ناكامي وه، خو پاكستان اوس هم په دي هڅه كي دي چي خپله دا ناكامي په بريا واړوي او په همدي خاطر پاكستان د افغانستان په هكله له دوه مخي پاليسي نه كار اخلي، په ښكاره د نړيوال ائتلاف سره يوځاي د ترهګري پرضد په جګړه بوخت دي، خو په عين وخت كي نه يواځي دا چي د ترهګرو ملاتړ كوي بلكي د افغانستان د جهاد د مهال له تجربو نه په ګټي اخستني آيي ايس آيي نيغ په نيغه په افغانستان كي ترهګريزه عمليات سرته رسوي، دسپين بولدك د پيښي په شمول وروستني ترهګريزي پيښي يي ښه ثبوت دي. په كندهار اوكونړ كي داسي كسان نيول شي چي د پاكستان په پوځي كمپونوكي يي د ترهګري روزني ليدلي او بيا د ورانكاريو لپاره افغانستان ته ليږدول شوي. د ډيورنډ كرښي نه هاخوا د هغه قبايلي سيمو موجوديت چي پښتانه اوبلو چ په كي ميشت دي ، او لا تراوسه يي د خپلي مړاني پرمټ د پنجابي استعمار واكمني په پوره توګه نده منلي، اوس مهال پاكستان ته دا طلايي فرصت وركړي چي په دي سيموكي په دي پلمه چي دلته د پاكستان د حكومت واك نشته خپل ترهګر وساتي، ويي روزي او د ورانكاريو لپاره يي افغانستان ته وليږي، دا كار له هره اړخه د پاكستان په ګټه دي، نړيوالو ته وايي چي ترهګر په قبايلي سيمه كي دي او هلته د پاكستان دحكومت واك له پيله كمزوري دي، له بلي خوا د ترهګري سره د جګړي په نامه ورو، ورو هغه ټولي قبايلي سيمي چي تراوسه يي يو څه خپلواكي درلوده، غواړي ترخپلي ولكي لاندي راولي. په دي توګه د قبايلي سيمو خلك د څو اړخيز فشار لاندي دي او د پاكستان د څو اړخيزي پاليسي قرباني كيږي، د يوي خوا ورو ورو خپله خپلواكي له لاسه وركوي اوله بلي خوا د ترهګري سره پرضد جګړه كي هم د ترهګرو له خوا او دهم د ترهګرو پرضد د جګړه والو لخوا ځپل كيږي چي د باجوړ پيښه د پاكستان د همدي پاليسي يوه ښه بيلګه ده، ويل كيږي د باجوړ په پيښه كي يو څوتنه لوړ پوړي ترهګر له منځه تللي، خو دهغوي په خوا كي نور ۱۸ تنه ملكي كسان وژل شوي چي ښځي او ماشومان هم په كي شامل دي. قبايلي سيمو كي خپلي واكمني ته پراختيا وركول په دي لوبه كي د پاكستان يوه ضمني ګټه ده، افغانستان كي ورانكاريو ته د لمن وهلو له لاري د ترهګري پرضد د جګړي په اوږدولو كي پاكستان يو بل عمده هدف لري، د ويتنام د تجربي په نظركي نيولو سره ځيني پاكستاني جنرالان ښايي فكر وكړي چي امريكا او اروپا ديوي اوږدي اوستړي كونكي جګړي توان نلري او په دي توګه به بالاخره كله چي امريكا له سيمي نه وتو ته چمتوشي، پاكستان به وكولاي شي يو ځل بيا په افغانستان كي خپله اغيزمنتيا پراخه كړي او دلته د سياسي لوبو نوښت په خپل لاس كي واخلي، او لږ تر لږه كه د ائتلاف اوناټو پوځونه دلته پاتي هم شي نو پاكستان ته دسيمي د امنيت په ټينګولو كي نسبتاً يومهم رول وركړي او په دي توګه به بياهم پاكستان وكولاي شي د افغانستان په پيښو كي موثر رول ولوبي او هغه خطر چي د يو آزاد، مستقل، هوسا اوځواكمن افغانستان نه ددوي په آند ورته پيښيدونكي دي، دهغه مخه ونيسي او يا تر ډير مودي يي شاته وغورځوي. څو ورځي دمخه د پاكستان د انګليسي ژبي ورځپاڼي دي نيوز هم په دي هكله يو مضمون نشرته سپارلي وو، په مضمون كي راغلي دي چي ځيني پاكستاني جنرالان په دي تمه دي چي ښايي ناټو او نړيوال ائتلاف بالاخره پاكستان ته دسيمي دامنيت په ساتلو كي يو عمده رول وسپاري، پاكستاني جنرالان په دي باور دي چي كه دا كار وشي نو پاكستان به يوځل بيا وكولاي شي په افغانستان كي ستراتيژيكه ژورتيا لاس ته راوړي. كه پاكستاني جنرالان داسي فكر كوي نو په رښتيا هم د احمقانو په جنت كي اوسيږي، دوي د دي سيمي په سياسي لوبو كي د معادلي يو ډيرمهم او ځواكمن اړخ يعني هندوستان له ياده وباسي، اوس دهند اړيكي د امريكا سره ډيري ښي دي، دبلي خوا د هند اوچين ترمنځ هم هغه پخواني تاوتريخوالي ندي پاتي چي د ۱۹۶۵ كال په شان د هند اوپاكستان په احتمالي جګړه كي چين په غوڅه توګه د پاكستان شاته ودريږي. دهند موقعيت اوس ترپخوا هروخته مظبوط او كلك دي، پاكستان چي د بنسټ پالني او ترهګري د روزني يو عمده مركز دي افغانستان اوهند ته يي يوشان ستونزي راولاړي كړي، نوكه پاكستان خپل كړني سمي نكړي، دا حالت به ترډيري مودي نه هند ته او نه افغانستان ته د زغملو وړ وي، همدا رنګه د ترهګرو د پرله پسي ملاتړ په نتيجه كي ښايي د ترهګري پرضد نړيوال ائتلاف هم پاكستان ته د يو ښه رول وركولو پر ځاي د يو ښه سبق وركولو فيصله وكړي، هغه طياري چي په وزيرستان او باجوړ پرواز كولي شي او راكټونه ورولي شي هغوي ته په اسلام آباد، كهوټي، لاهور او كراچي پرواز كول او راكټونه ورول هم دومره ناشوني كار ندي، البته دا كار به يوه ستونزه راوزيږوي او هغه دا چي د نړي ټول هيوادونه به دي ته اړ شي چي خپلو ښوونځو ته د جغرافيي نوي كتابونه اونوي نقشي چاپ كړي په دي كتابونو او نقشو كي به افغانستان اوهند دوه پوله په پوله ګاونډيان وي ", پاكستان، ترهګري او بنسټ پالنه 994,ميرويس جلالزی = کابل," ميرويس جلالزی = کابل که په عراق هنداره کیښودل شی افغانستان به پکښي ولیدل شي  امنیتي حالت د طالبانو د رژیم د ړنگیدو وروسته اوس نو د تیرو 4 کلو په پرتله سم نه خو د خرابي په لور روان دی . د نړیوال تروریزم او بهرنیو پالیسیو د کارپوهانو یوې ډلي چه په دې ورستیو کښي یې د حقیقت موندني له یو ماموریت نه له افغانستان څه راستانه شوي وو دا څرگندوني یې د خپل ماموریت په ختمیدلو څرگندي کړي دي . په دې ورستیو کښي د افغانستان په گڼو ولایتونو کښي هغسي نوي ډول بریدونه د مخالفینو له خواه ولیدل شول چه په سیمه کښي یې ساری نه دی لیدل شوی خو که د افغانستان د گاونډ ایران پر سر تیر شو نو یو بل هیواد به زمونږ مخي ته راسي چه دا ډول بریدونه هر ورځ پکښي په متوسطه توگه تر 10 کم کسان وژني . عراق در پیژنم ! هغه جگړیز تکنیکونه چه د بلواگرو له خواه په عراق کښي د بهرنیو او کورنیو ځواکو په وړاندي لکه د سړک د سر بم چاودني او ځانمرگي چاودني تر سره کیږي اوس داسي ښکاري چه دا بریدونه له عراق نه افغانستان ته کډوال شوي دي . او د ډیرو هغو ماموریتونو د لاري خنډ گرزي چه له څلور و کلو راپدې خواه پیل شوي چه له ډلي یې یوه د تروریزم په وړاندي جگړه نومول شوې ده . د تروریزم او حقیقت موندني له پرو گرام چه په افغانستان کښي په لاره اچول شوی وو راگرزیدلو د تروریزم پوهني ماهرینو د رواني جنوري د میاشتي په 19 د (بروکینگ انستیتیوت ) کښي د خپل ماموریت په لاس ته راغلو معلوماتو بحث وکړ.  لیکوال پیتر بیرجین چه څو ځله یې له افغانستان نه له تیرو 4 کلو راهیسي لیدنه کړې او په دې ځل یې هم افغانستان ته سفر کړی وو او د القاعده د ترویستي شبکې او د هغې د مشر اسامه بن لادن په اړه د یو کتاب په لیکلو بوخت دی وایي : کابل اوس داسي یو ښار ښکاري لکه چه د ځانمرگو بریدو په محاصره کښي نیول شوی وي ؟ واقعا چه له تیر یو کال راهیسي دا یو خواشینونکی پرمختگ دی چه په افغانستان کښي په ډیر چټکي لیدل کیږي  په 2003 میلادي کال کښي یوازی 9 ستر بریدونه په ا فغانستان کښي د مخالفو جنگیالیو له خواه تر سره سوي وو . خو که 2005 میلادي کال ته نظر واچول شي نو د دې کال له پیل تر پای پوري د بریدو دا شمیره 81 ثبت شوې ده . ښاغلی بیرگین وایې : تعجب کوم ! په افغانستان کښي نه امریکایي او نه هم ځای پر ځای شوي اروپایي سرتیري پوهیړي چه برید کونکي چیرته پټ دي او له کوم ځای نه د دوی بریدونه د عمل دډگر په لور را خوځیږي ؟  د القاعده دډلي د مشر اسامه بن لادن د تقریبا یو کال چوپه خله پاتي کیدو وروسته کله چه تیره اونۍ د ده او د هغه د لمړي مرستیال ایمن الظواهري ږغونه په ویډویي فيتو راڅرگند شول بیرگین په دې باور دی :داسي بریښي چه د القاعده ډلي یوه  فيته مخکي تر مخکي ټیپ شوي پته د فوري اړتیا لپاره پټه ساتلې وه او دوی به پلان درلود چه د کومي پیښي د رامنځ ته کیدو پر وخت که ورته اړتیا ولیدل شي نو به یې وکاروي . او هغه وه چه دا فيتې د القاعده د ډلی په ځالو د امریکایي الوتکو د بمبارۍ نه وروسته چه د پاکستان په قبایلي کلي دمه دوله تر سره شوې خپرې شوې خو د دی بمبارۍ په خصوص کښي د دې ږغو خاوندانو چه ویل کیږي یو یې د ډاکتر الظواهري او بل یې اسامه بن لادن وي څه ندي ویل شوي خو بن لادن د تل په شان په ا مریکی د نوي بریدو د پرانستل شوي نقشې خبر داري ورکړی . خو یو څه چه په دې ږغيزه فيته کښي ډیر نوی دي هغه د بن لادن له خواه له امریکې سره د ډز بندي د وړاندیز مخی ته کول دي چه دسپیني ماڼۍ ویاند د جورج ډ بلیو بوش له قول دا وړاندیز رد کړ.  (والټر سلوکومبی) چه د امریکی د پخواني جمهور ریس کلنټن د ماموریت په دوره کښي یې د دفاع وزارت په سکرتریت کښي دنده پر مخ بیوله پدی نظر دی چه : د ناټو تړون د غړو هیوادو د استازو تر منځ داسي گنگوسې خپرې شوي چه که د دوی د ځواکونو ماموریت په افغانستان کښي پراخ شي نو دا به د امریکایي ځواکو د وتلو لپاره داسي چتر وي چه هیڅ څوک به یې احساس نکړي ، ځکه د امریکې د فاع وزارت هم د شمالي اتلانتیک د سرتیرو په پراخوالي سره په ا فغانستان کښي خبر د اري ورکړې وه چه د خپلو سرتیرو شمیره به کمه کړي . امریکایي ځواکونه د القاعده تروریستي ډلي او طالبانو د پاتي شونو د ښکار د ماموریت په چوکاټ کښي د افغانستان د گڼو برخو تر څنگ په خاصه بیا هغه 1500 میله غزېدلي پولي په نښو کوي چه شک کیږي پدې سیمو کښي به د القاعده د مشرانو تر څنگ د هغوی ټیټ پوري پلویان پټ وي . افغان او پاکستاني جمهور ریسانو په وار وار ویلي چه اصامه بن لادن ، ملا عمر ، ایمن اظواهریر ، او د هغوی نور پلویان د دواړو هیوادو په غرنیو قبایلي سیمو کښي پټ دي خو دقیقا یې د سیمی په اړه معلومات نلري . که نه نو له لاوخته به یې د دوی په وینا له مینځه وړي وای.....؟ ښاغلي سلوکومبي د شمالي اتلانتیک د تړون د لوجستکي وړتیا په ا ړه وویل چه دا تړون ډیر پیاوړی دی او هغوی دوه ترانسپورټي  ( سي 130) ډوله الوتکيد افغانستان د عملیاتو لپاره بیلي کړي دي . گڼ شمیر سیاسي ماهرین پدې باور دي چه د ناټو تړون د غړو هیوادو ترمنځ د سیاسي تعهداتو په معیار کښي هم یو والی نشته ځکه دوی وایې که د تاوتریخوالي کچه په افغانستان کښي زیاته شي نو هرو مرو به د ناټو د سرتیرو د مرگ ژوبله کچه هم ورسرره تړلې وي . د افغانستان د حقیقت موندني د ماموریت نه د راستانه شوي د تروریستي چارو د ماهرینو په ژبه چه دوی په پای کښي وپتیله چه افغانستان د مخدره توکیو د تولید په لور په چټکي گامونه ږدي . او د دې هیواد 60 فیصده خالص کورنۍ عواید د مخدره توکیو له کرکیله او کاروبار نه په دې هیواد کښي لاس ته راځي . ",که عراق ته هنداره ونسوافغانستان به پکښي وينو 995,," له پژواک څخه په مننه په کندهار کې  کې دنار رنج خپرندويې   ټولنې مشراو دکندهار دکتابپلورنکو وکيل ليکوال سيد احمد قانع يونيمه اونۍ وړاندي  په کندهار کې دامريکايې ځواکونو لخوا څخه نيول شوى دى او تراوسه پورې لادرکه دى.   دکندهار ښار يو شمير اوسېدونکي وايې چې ښاغلى سيد احمد قانع دلوى اختر په ورځ سهار لمانځه مهال په  جومات کې  دخپل  کاکاد زوي او څلورو تنه نوروکليوالوسره يو ځاى دامريکايې ځواکونو لخوا نيول شوى دى او تر اوسه پورې يې پته نه ده لګېدلې.    يو عيني شاهدعصمت الله وايې چې دقانع له نيو ل کېدلو څخه وروسته امريکايې ځواکونو پخپل سر دشاوخوا کورونه هم تالاشي کړل  او دروازې يې ور  ماتې کړې . په کندهار کې دبېنوا فرهنګي ټولنې مشر عبدالاحمدمحمديار پژواک خبري اژانس ته ديوې مرکې په ترڅ کې وويل چې : (( سيد احمد قانع په کندهار کې دکتابونو ديوې خپرندويې ټولنې( نارنج) مشر او په دغه ښار کې دکتاب پلورنکو صنفي وکيل وو.)) نوموړى وايې تر اوسه پورې يې  دغې پېښې ته داعتراض په توګه په کندهار کې يوه ستره غونډه جوړه کړې ده  او په هغې کې  پرېکړه شوې ده چې دولت بايد ژر ترژره دښاغلي قانع دپرېښودلو په اړه ګام پورته کړي. ده وويل چې دولت ورسره منلې وه چې دقانع په راخوشي کولو کې به مرسته کوي خو تر اوسه پورې يې کوم عملي ګام نه دى پورته کړى. دنوموړې په وينا اوس په دې خبره باندي غور کوي چې څه وخت به لاريون کوي. کله چې مي دکندهار له والي اسدالله خالد څخه دسيداحمد قانع دنيول کېدلو په اړه پوښتنه وکړه نو هغه دقانع دنيول کېدلو دخبرې پخلى وکړ او وويې ويل  چې دامنت دتنګښت  په خاطر له ځينې کسانو څخه بايد پوښتنې ګروېږنې  وشي. خو کله چې مې په ځانګړ ي ډول ورڅخه دقانع دنيول کېدلو لامل وپوښت هغه وويل : (( دځينو امنيتي ملحوظاتو له امله نه شو کولاى چې دا خبره روښانه کړو.)) په کندهار کې دافغانستان دژورنالستانو څخه ددفاع کمېټې استازى مفتي احمد فرزان داوري وايې چې دوى تراوسه پورې يې ټول چارواکي دقانع له نيول کېدلو څخه خبر کړي دي خو دده په وينا   په دې اړه چارواکوپرې غوږ نه دى ګرولى. فرزان دخپلو راتلونکو پرېکړو په اړه وويل چې که قانع را خوشى نه شي نو دکندهار په ښار کې به يوه بله غونډه را بولې او که بيا هم را پرېنښودل شو نو په لاريونونو بۀ لاس پورې کوي  څوپورې چې ددوى غوښتنې نه وي پوره شوې. په کندهار کې دهوسۍ مجلې چلوونکى صالح محمد صالح وايې چې قانع نيول داساسي قانون څخه سرغړونه ده خو زياتوي چې دولت نه له اساسي قانون څخه دننګې وس لري او نه يې هم په بهرنيانو باندي زور رسېږ ي چې داسي کارونو ته دپاى ټکى کيږدي. ",فرهنګپال وايي که قانع راخوشي نه شي لاريون به وکړي 996,حقمل," د هلمند د ګرشګ په ولسوالۍ کې دوه تنه ولسي ګړي هغه وخت ووژل شول چې ناپيږانده وسله وال کسانوله يو موټر څخه پرې بريد وکړ . په دغه بريد کې يو بل وګړۍ ټپي شوي دي. پوليس وايې دغه بريد د خپل منځي دشمنۍ له مخې ترسره شوي دي.. ",٢ تنه ولسي وګړي په هلمند کې ووژل شول . 997,," د يوې بهرنۍ موسسې ٥ تنه افغان کارکونکي چې د شنبې په ورځ د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ په سيمه کې د طالب اورپکو له خوا تښتول شوي وو ، بيرته خوشي شوي دي . د هلمند چارواکي وايي چې دا کسان يې د يو لړ فوځي عملياتو په ترځ کې د حيدراباد په سيمه کې د مخالفو وسله والو کسانو له منګلو څخه ژغورلي دي. طالب اورپکي وايې دا کسان يې له دې امله خوشي کړي دي چې افغانان وو . دغه کسان د سړک جوړولو يوې امريکاي کمپنۍ له پاره کار کوي . ",٥ تنه تښتول شوي افغانان خوشي شوي . 998,حقمل," د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي څانګې يو چارواکي وايي چې ددغه وزارت پوليسو نن د يو لړ عملياتو په ترځ کې د سروبي ولسوالۍ د تيزين په سيمه کې له يوې ژرندې څخه ٨٠٠ کيلو ګرامه اومه چرس لاس ته راوړي دي. د پېښې په اړوند يې څوک نه دي نيولي. ",٨٠٠ کيلو ګرامه امه چرس پوليسو ترلاسه کړي. 999,حقمل," د نړيوالو خبري رسنيو د خبر له مخې د سويس ترټولو ستر بانک په ايران کې له ايران سره خپله بانکي راکړه ورکړه بنده وي چې په دې سره به د ايران د دولت او وګړيو بانکي اړيکې له دغه بانک سره په مختلفو ډکرونو کې بندې شي .د يو .بي . اس سويسي بانک دا خبره منلې او وايې يوازي جلا وطنه ايرانيان ددغه بانک سره د خپلو حسابونو اجازه لري . دغه پريکړه د ايران د اتمي مئسلې پر سر د شخړې له کبله رامينځ ته شوې ده . ",سويسي بانک په ايران کې کارونه بندوي. 1000,حقمل," د ملګرو ملتونو او امريکا په ملاتړ د افغان پوليسو له لوري په افغاني کورنيو کې د تاوتريخوالي د سمون ، اواري او اريدو په موخه د کورني تاوتريخوالي پر ضد افغان مرکز په کابل کې ديو لړ مراسمو په ترځ کې نن د پوليسو د لسمې حوزې په سيمه کې پرانيستل شو .مرکز دنده لري تر څو دافغان کورنيو هغو شکايتونو ته د پاى ټکۍ کيږدي چې د کورني تاوتريخوالي له کبله رامينځ ته کيږي. په افغانستان کې زيات شمير ماشومان ، ښځې او وګړي د کورني تاوتريخوالي قرباني ګرزي. دغه مرکز د کورني ځواب مرکز په نوم نومول شوى دى. ",د کورني تاوتريخوالي د سمون مرکز جوړشو. 1001,حقمل," د لسو بجو په شاو خوا کې نن د قندهار ښار د لويې ويالې په سيمه کې هغه وخت يوه چاودنه وشوه چې د ائيتلافي او ملي اردو ځواکونه له دغې لارې تيريدل . سيمه د ائتلافي او د افغان ځواکونو له خوا کلابند شوې ده . د پوليسو يو چارواکې بينوا ته ويل په چاودنه کې بهرنيو او افغان ځواکونو ته مرګ او ژوبله نه ده اوښتې . ويل کيږي دغه چاودنه دريموټ کنټرول له مخې رامينځ ته شوې ده .د ولسي وګړو دمرګ او ژوبلې په هکله لا تراوسه معلومات نشته .د اردو ملي د ځواکونو يو موټر په دې چاودنه کې ويجاړ شوي دي ",د قندهار ښار د لويې ويالې په سيمه کې چاودنه شوې. 1002,," د ګرجستان ولسمشر په روسيه تور ولګاوه چې سرحدي ساتونکي يې ګرجستان ته د غازود نل ليکې د ليږداو دبريښنا د مزې په پريکيدوکې لاس لري . د ګرجستان دغازودوې نل ليکې او دبريښنا مزي تر بريد لاندې راغلي او اوس مهال ګرجستان په بشپړه توګه غاز نه لري او بريښنا يې هم کمه شوې ده . روسيه دا تور نه مني مګر ګرجستان وايې چې روسيه غواړي په داسې ورانکارو عملونو سره د غازو طبيعې زيرمې تر خپل بشپړواک لاندې راولي. ",ګرجستان روسيه په ورانکاريو تورنه کړه . 1003,حقمل," د ګوانتانامو دبنديانو د مدافع وکيل ويلي سره له دې چې امريکايي ځواکونه هڅه کوي په زور سره د بنديانو د ډودى نه خوړلو اعتصاب مات کړي دهغوى ځينې د مرګ په پوله کې دي . سانډي ټايمز ليکلي ، په داسې حال کې چې د عربستان ي بندي وګړۍ په روغتون کې دى ، د دوو تنو يمنيانو جسمي حالت چې د تيرکال څخه يې د ډوډى په نه خوړلو لاس پورې کړۍ دى ډير د انديښنې وړ بلل شوى دى. ويل کيږي ځينو ته په زور ډوډى رکول کيږي . ",د ګوانتانامو بنديان د مرګ پر پوله دي. 1004,حقمل," د پروان د اطلاعاتو او کلتور رياست مشر وايي چې سيمه ايز وګړو ورته يوشمير لرغوني اثار سپارلي چې لږ تر لږه ٢٠٠٠ کاله لرغونتيا لري . يوه ډبره او ١٣ لرغوني سکې چې ځايي وګړو د بګرام د کافر قلا له سيمې څخه ترلاسه کړي وو اس ددغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست ته سپارلي. ويل کيږي اوس هم ددغه ولايت په دوو لرغونو سيموکې د سيمه ايزواوسيدونکو له خوا په پټه توګه کيندنې روانې دي. د هېواد ډيره لرغوني سيمې په غير قانوني توګه کيندل کيږي او لرغوني اثار يې بهرته قاچاق کيږي. ",په پروان کې يو شمير لرغوني اثار ترلاسه شويدي. 1005,حقمل," د نيشه يي توکو د پاليسۍ يوې سلاکارې ټولنې ( سنليس ) له يوې کلنې څيړنې ورسته له افغان دولت څخه يو ځل بيا غوښتنه وکړه ترڅو په افغانستان کې دکوکنارو کر ته قانوني بڼه ورکړي .افغان دولت مخکې دا ډول وړانديز رد کړى وو او داځلې هم يو دولتي چارواکي وويل چې د داډول پروژو د پلي کولو او څارنې توان په دولت کې نه ترسترګو کيږي .ددغې موسسې مرستياله ميرمن ګلالۍ وايي په دې سره به افغان بزګرانو ته له قانوني لارې د عايداتو لارې چارې رامينځ ته شي او په نړۍ کې به دهغو درملو د کموالي ستونزه په کميدو شي چې ترياک په کې کارول کيږي.دافغانستان داساسي قانون له مخې د کوکنار کښت غيرقانوني بلل شو دى. ",دکوکنارو کرکيله د قانوني شي . 1006,حقمل," د افغانستا د سرپل او پکتيکا په ولايتونو کې نن دپاکستان ضد لاريونونه ترسره شول . لاريون کونکو په تونده ژبه په پاکستا باندې د مرګ چيغې او نارې وهلې اووروستي ځانمرګي او وسله واله بريدونه يې وغندل .لاريون کونکو نارې وهلي چې ځانمرګي بريدونه دافغانانو کار نه دى او بهرنيان دي چې دا ډول غير انساني او اسلامي عملونه ترسره کوي . دوى له پاکستان څخه وغوښتل چې نور دې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاس وهنه نه کوي. ",په سرپل او پکتيکا کې لاريونونه ترسره شول . 1007,صالح محمد صالح," د لوى اختر پر لومړۍ ورځ په كندهار كې د ائتلافي ځواكونو له خوا، د كندهار يو فرهنګپاله ځوان سيد احمد قانع ونيول شو، ويل كېږي چې تر دې دمه دغو ځواكونو د هغه د نيونې په باب كوم غوڅ دليل نه دى په ګوته كړى، چې په سيمه كې چارواكي هم د هغه پر برخليك بې خبري ښيي صالح  محمد صالح د لوى اختر پر لومړۍ ورځ په كندهار كې د ائتلافي ځواكونو له خوا، د كندهار يو فرهنګپاله ځوان سيد احمد قانع ونيول شو، ويل كېږي چې تر دې دمه دغو ځواكونو د هغه د نيونې په باب كوم غوڅ دليل نه دى په ګوته كړى، چې په سيمه كې چارواكي هم د هغه پر برخليك بې خبري ښيي. له سيد احمد قانع سره د هغه د اكا زوى او څو تنه نور ګاونډيان هم شامل دي. په دې اړه پر دوشنبه د سلواغې(دلوې) پر درېيمه نېټه په كندهار كې يوه سوله ييزه غونډه جوړه شوه، چې د سيد احمد قانع د برخليك په برخه كې غوڅه پرېكړه وكړي، د ګډونوالو غوښتنه دا وه چې افغان دولت بايد په دې برخه كې خپل مسووليت ترسره كړي او دا فرهنګي ځوان دې ژر ترژره خوشې كړي. دغه راز د غونډې يوه موخه دا وه چې ائتلافي ځواكونه بايد افغان كلتور، د افغانستان اساسي قانون او ځينې نور مهم ټكي په پام كې ونيسي په راتلونكي كې افغان بېګناه ځوانان د دغه وړ شكونو او تورونو ښكار نه شي. سيد احمد قانع هغه فرهنګي ځوان دى چې په كندهار كې يې د كتاب لوستلو دود ته ډېره پراختيا وركړې او د كتابونو، خپرونو او ورځپاڼو د وېش تر ټولو ستر كار و بار د ده په لاس كې دى، چې په كندهار كې د كتاب پلورونكو د اتحاديې مشري هم كوي، چې څو مياشتې وړاندې په څرګندو رايو سره وټاكل شو. په اوسنۍ غونډه كې تر پنځوس زياتو كسانو ګډون كړى و، چې په ګډونوالو كې د كندهار د كتاب پلورنې دكانداران، ليكوالان، فرهنګي اشخاص او ځينې نور كسان وو. غونډه د بېنوا فرهنګي ټولنې له خوا رابلل شوې وه، چې د قران كريم د ځو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه، لومړى د بېنوا فرهنګي ټولنې مشر عبدالاحمد محمديار وينا وكړه او په خپله وينا كې يې ټينګار دا و، چې په افغانستان كې مېشت ائتلافي ځواكونه بايد د افغانانو دود، مذهب، اساسي قانون او ټولنيزو ارزښتونو ته درناوى وكړي او هرڅه دې په خپلسري ډول نه ترسره كوي: ((... دا اوسنۍ پېښه د ټولو قانوني چلندونو خلاف ده، چې د بهرنيانو دا كړنه د افغان كلتور او مذهب خلاف خبره ده، چې يو بهرنى د يو چا كور ته ننوځي، پرته له دې چې مخكې د كور خلك خبر كړي، په ښځو او ماشومانو كې ورګډېږي او د كور تلاشي اخلي، چې دا كار د خلكو حساسيت راپاروي، زه به خپل افغانيت، كندهاريتوب او قوميت يوې خوا ته پرېږدم، كه زما د اكا زوى هم زما له اجازې پرته زما كور ته بې اجازې راننوځي زه دا حق نه وركوم، يا به يې زه وژنم، يا به ده ته دا وخت وركوم چې ځان ووژنم...)) محمديار په خپلو څرګندونو كې دا هم وويل چې افغانانو د ناموس پر سر سرونه ښندلي، چې موخه يې د خپل ناموس ساتنه وه او هېڅكله خپله بې عزتي نه مني: ((موږ چې يونيم مليون ككرۍ شهيدان وركړي، ځكه چې دلته روسانو يرغل كړى و او زموږ ناموس په خطر كې و، اوس هم كه چېرې پردي كسان زموږ ناموس او عزت ته په درنه سترګه نه ګوري، خلك به خامخا عكس العمل ښيي)). ده دا هم وويل چې پر بهرنيانو د يرغلونو او وروستيو ځانمرګو بريدونو وجه بايد ولټول شي، چې دغه وړ چلند په خپله د دښمن ژرندې ته د اوبو ورخوشې كول دي او خلك له دغو ځواكونو څخه ډېر كركجن كوي. ده وويل چې دا كار په خپله د افغانستان د اساسي قانون، د ملګرو ملتونو د منشور او د بشر حقونو د اعلاميې خلاف كار دى. په دويم ګام كې په كندهار كې د پوهنې رئيس ښاغلي حيات الله رفيقي وينا وكړه او په خپلو څرګندونو كې يې وويل: ((دا موضوع تر تعقيب لاندې ده، چې موږ ورته متوجه يو، د نړۍ په هره برخه كې كلتورونه بېل دي، بايد پر كلتورونو ځانونه وپوهوو، موږ په تېرو دوو لسيزو كې تل له ستونزو سره مخ شوي يو، زموږ په كورونو خلك ننوتلي دي، موږ بايد دا خلك ورته متوجه كړو، ځكه كېدى شي په نوره نړۍ كې پردى كس د چا په كور ننوتل كوم عيب نه وي خو دلته دا يو لوى عيب دى)). ورپسې د كندهار ولايتي شورا منشي بسم الله افغانمل، د موضوع په باب وينا وكړه او ټينګار يې درلود، چې د سيد احمد قانع په باب بايد ژر تر ژره عملي اقدام وشي: ((سيد احمد قانع زموږ د ادبي دېر شمع و، چې خداى دې زموږ له سره نه كموي، دى بې ازاره ځوان و، چې پر خپل دين، مذهب، كلتور او ادب مينه وال و. موږ ورباندې خواشيني يو، داعمل چې دى نيول شوى، د غندنې وړ دى، موږ هېچا ته اجازه نه وركوو، چې د چا كور ته بې اجازې ننوځي، دوى چې هرڅوك دي او په هره پلمه راغلي بايد زما د كور دروازه وټكوي اجازه دې واخلي له مشرانو سره دې خبرې وكړي، اخر موږ افغانان يو، چې دا هرڅه زموږ له لاسه)). افغانمل دا ټينګار هم كاوه چې افغانانو ته په كار ده چې خپل هېواد، دخپل هېواد سرحدات او ارزښتونه په خپله وساتي. د غونډې بل ويناوال د علامه رشاد بابا زوى، انجنير شېرشاه رشاد و، چې ده هم خوښي څرګنده كړه چې داسې يوه سوله ييزه غونډه جوړېږي او د تشدد مخه نيول شوې ده: ((ښه دى چې د خپلو غوټو د خلاصېدو لپاره مو له تشدد څخه كار نه دى اخيستى، د يوه انګرېز ليكوال يوه ليكنه مې ذهن ته راغله، چې د مهاتما ګاندي په باب يې ليكلې وه، چې د ګاندي د شخصيت په جوړولو كې خان عبدالغفار خان ډېر لوى لاس درلود، اوس مهال ويل كېږي پښتانه هر وخت له تشدد څخه كار اخلي... په ټولو هېوادونو كې دولت، اپوزيسيون او خلك موجود دي، چې تل د دغو درېيو اړخونو په منځ كې نور خيرن لاسونه كار كوي، چې زموږ د بربادۍ لوى لامل همدا خيرن لاسونه دي)). نوموړي دا هم وويل چې افغانانو ته په كار ده، خپلې تېرې نيمګړتياوې ومني او بيا يې تكرار نه كړي: ((بايد له تېرو تجربو څخه استفاده وكړو او هغه منفي تجربې بيا تكرار نه كړو، موږ د يوې داسې مدني ټولنې پر لوري ګام اخلو، چې هلته بايد قانون حاكم وي)). ده دا ټينګار هم كاوه، چې سيد احمد قانع بايد ژر تر ژره خوشې شي او د ده غوندې د ځوانانو ځورونه دې بنده شي. ((موږ كوښښ كوو خپل ږغ تر ډېرو ځايونو ورسوو، چې سيد احمد قانع ژر ترژره ازاد شي او زموږ دين او قانون په درنښت سره وساتل شي)). ورپسې د هېواد كلتوري او ادبي ټولنې مشر محمد سرور حسنيار هم څرګندونې وكړې او د موضوع په باب يې وويل: ((ايا موږ ځان ازاد بللاى شو، چې مړو ته مو اور اچول كېږي او كورونو ته مو بې اجازې بهرنيان راننوځي؟ مشران مو چې امنيت نه شي ټينګولاى استعفا دې وركړي، دلته هره اوونۍ چاودنې او ځانمرګي بريدونه كېږي، كه طالبانو څه نه دي راكړي، غربيانو هم څه نه دي راكړي، كه د طالبانو پر مهال د نجونو ښوونځي نه وو، ايا داسې فاحشه خانې وې؟)). هغه دا هم وويل: ((زه يوازې پر قانع نه يم خوابدى، پر هر چا خپه كېږم، په اساسي قانون كې راغلي چې هېڅوك د محكمې له حكم پرته نه شي نيول كېداى)). ورپسې د افغانستان د ژورناليسټانو د نړيوالې اتحاديې پيغام، د مفتي فرزان له خوا ولوستل شو چې د سيد احمد قانع په باب يې پر دولت ږغ كړى و، چې افغان حكومت دې ژر تر ژره اقدام وكړي.  وروسته د ملـي ګوند مشر نور نواز پياوړي وينا وكړه او دې ټكي ته يې اشاره وكړه چې افغان ولس بايد راويښ شي، ځكه تېرې ټاكنې په غيرډيموكراتيكه توګه شوي او په دولت كې ګڼې نورې نيمګړتياوې هم شته.  ده دا هم ويل چې افغان ولسمشر حامد كرزى د نورو په لاس ګرو دى، چې موخه يې شمالي ټلواله وه او پر نورو يې ږغ وكړ چې بايد يووالى رامنځته كړي او سره يو شي. ورپسې د غونډې پرېكړه ليك د محمديار له خوا ولوستل شو، چې دلته يې كټ مټ رااخلو:",د سيد احمد قانع د نيونې په باب په كندهار كې احتجاجي غونډه 1008,محمداصف ننګ," ولي رباني د يونس قانوني په وړاندې تنازل وكړ؟ محمدآصف ننگ د پارلمان په اړه هر هغه څه چې تر مخه يې ويل كيدل، هغه خبري اوس ګرم بازار نه لري، خو يوه موضوع چې زه يې د باور له مخې ويلى شم، هغه دا ده چې ((دغسې پارلمان)) به د دې پر ځاى چې ولس ته د خدمت او بيارغاوني پر چارو مصروف وي، زياتره به د سياسي فتواوو د تصديق او نه تصديق په معاملو كې مصروف وي. پدې معنا نه چې ګوندې پارلمان به سياسي وي، سياسي به قطعاً نه وي، ځكه چې دوى ته د ((سياسي رول)) صلاحيت او اهليت نه دى وركړل شوى، او نه هم وركړل كيږي. هسې قاعدتاً سياستماران، سياستمدار كيداى نشي. په مجموع كې كه لږ څه واقعي اووسو نو شرايط،  استعماري شرايط دي، په دغسې شرايطو كې د ((ملي پارلمان)) طمعه او يا له هغه څخه د ولسي چارو د سمبالښت اميد، زه ګومان كوم دا خبره د اميد تر حده سمه ده، په عمل كې نه. ښايي دا ډېره ابتدايي خبره وي، چې دلته يې تكراراً راوړو، چې د پارلمان موجوديت د هيواد دچارو د چلوولو لپاره يوه حتمي خبره ده. سهي ده چې پارلمان او د پارلمان په څېر نور ډېر اهم مسايل شته چې په كار ده وى لرو، مثلاً سياسي استقلال، له مخدره موادو پاك افغانستان، بيارغونه، انكشاف، امنيت، سياسي ثبات، سياسي نظم، ملي واكمنۍ او... البته دا ټولې ضرورې مسئلې دې، اما پر داسې موضوعاتو خبري كول تر ډېره حده تشريفاتي او تبليغاتي افاده لري. د پارلمان د صلاحيتونو او ((حقيقي توان)) په اړه هم كافي خبري شوي، په اساسي قانون او نورو فرعي قوانينو كې يې هم وضاحت شوى، خو نه پوهيږم چې موجوده پارلمان به د حقيقي توانمندۍ او واقعي صلاحيتونو په غياب كې كوم ماموريت او چارې پر مخ بيايي؟ پارلمان خو هغه وخت غښتلى او با صلاحيته وي، چې په واقعي معنا د ولس د رايو او مټو پر زور جوړ شوى وي، هغه وخت كولى هم شي چې د ولس د هيلو هينداره وي. په نورو ديموكراتيو هيوادو كې پارلمان د قدرت او ملي فيصلو تر ټولو ځواكمن او غوڅ محل دى، خو ګومان نه كوم چې په افغانستان كې دې داسې يو پارلمان رامينځته شي. له يوې خوا په افغانستان كې حقيقي حاكمان نور دې، هغوى نه غواړې چې داسې يو پارلمان رامينځته شي چې د دوى له اوږد مهاله ګټو سره په ټكر كې وي،  همداسې شرايط له يوې خوا او له بلې خوا په خپله زموږ د پارلمان او د هغوى د غړو سويه  او اهليت دومره نه ده چې د ((ولسي واك)) او ((ملي ځواك)) استازيتوب وكړي. كه ډېره بې انصافه خبره مې نه وې كړې نو په پارلمان كې زياتره وكيلان د دومره ټېټ فطرت خاوندان دې چې تر هر څه ورته همدا ((موقعيت)) او همدا ((مقام)) ارزښت لري. په دوى كې داسې كسان هم شته چې له ابتدا څخه يې د وكالت د امتيازاتو او القابو  آرمان درلود، او همدې مقام ته د رسيدو لپاره هر ډول معاملې ته حاضر وو، حتى د سيال كانديد مرګ او ترور ته... هغوى د پارلماني مبارزې په لړ كې د پېسو، روابطو او سازش هيڅ وسيله او لاره نه ده پرېښې. دغه ډول وكيلان د قوم او نظام لپاره هيڅ برنامه او اجندا نه لري، دوى بس هغه د چا خبره ((پهلوان زنده خوش است)) دوى د خپلو هيلو معراج ته رسيدلې او په همدې جنت كې د پاتې كيدو لپاره ښايي هر ډول معاملې ته غاړه كيږدي.  البته دا د ټولو وكيلانو په حق كې نه، بلكې د ځينو په حق كې صدق كوي. په موجوده پارلمان كې يوه ډله داسې كسان هم شته چې هغوى د يوې برنامې او اجندا له مخې دې مقام ته د رسيدو زيار ايستلى. دوى  په تيرو دريو لسيزو كې په مختلفو ميدانونو كې لوبيدلې، دوى د مكر او جګړو په بټۍ كې پاخه شوي سرونه دي، دوى داسې استادان دي چې شيطان ته هم مكرونه ورښيې. دغه ډله په پارلمان كې ځانګړې اهداف او هڅي لري. عجيبه دا چې، دوى  يواځي په ((همداسې استعماري شرايطو كې)) كې كولى شي د ځان او خپل فركسيون په ګټه كار وكړي، او دا ځكه چې دوى معمولاً په هرج و مرج او آشوب كې رشد كړى، دوى پوهيږي چې دغه ورځي او دغه فرصت د دوى لپاره څومره ارزښت لري! د دوى د فن او مهارت په اړه همدا دليل بس دى چې دوى په تيرو دريو جګړه ايزه لسيزو كې نه دې مړه شوي او روغ رمټ يې اوس تر پارلمان او وزارتونو پورې ځانونه را رسولى!! نظار شورا او شمالي ټلواله په پارلمان كې څه غواړې؟ ولى د پخوانيو ((اشرارو)) او يارانو تر مينځ ((ميثاق)) مات شو؟  پورته مې وويل چې دغسې پارلمان به  د ملي او اسلامي ارزښتونو د ساتنې او د خدمت پر ځاى، زياتره د سياسي فتواوو او سياسي تصفيو محل وي. دا چې د خدمت او پرمختګ لپاره په مجموع كې ملي اجندا وجود نلري، نو څنګه كيداى شي چې پارلمان دې پكې ځان بوخت كړې؟ هغه څه شى دي چې كار پرې وكړې؟ كوم پلان كومه ستراتيژې؟ ښايي دا تر ډېره حده يو مجبوريت هم وي  چې زموږ وكيلان د پارلماني تالار په هوا كې انځورونه رسم كوي او نور حاضرين ورته چكچكې وهي او بس. دوى به ولس ته  تر پايه پورې د همدې انځورونو كيسې كوي او خپلې غوړې ميلمستياوي به خوري. بس خو لنډه دا چې ((همدا غر او همدا يې كربوړى)). همدا مهمان نواز وګړې او همدا د دوى په لاس جوړ شوي وكيلان ډېر ښه سره جوړيږي. د دوى دوره به تيره شي خو يقيناً چې د خپلې دورې تر پاى پورې به يې داسې څه زده كړې وي چې د بيا بيا راتګ چانس به يې تضمين شوى پروت وي، او ضمناً به يې داسې څه ولس ته په ميراث پرېښې وي چې تر كلونو كلونو پورې به يې اغيزه پاتې وي. سوال دا دى چې، هغه كوم انځورونه دي چې پارلماني وكيلان يې په هوا كې رسم كوي؟ ولى د پارلمان رياست د ځينو لپاره دومره مهم و؟ نظار شورا او شمالي ټلواله د سپړيدو په درشل كې ده، د بن پروسه بشپړه شوې، د دوى لپاره وروستي امتيازات ور ويشل شوو. دا هم د بن د تړون يوه ژمنه وه چې په اول او اخر كې به د زمري سهم خامخا هغه چاته وركوي چې له نړيوال ائتلاف سره يې ملتيا كړې. دوى جنګيدلې ، ستړېاوي يې ګاللې او سودا يې كړې. همدا  دى چې په پارلمان كې د دوى هيڅ سرشناسه سړى بيكاره پاتې نشو. يوې ډلې يې د سازش، معاملې  او پيسو له لارې ځان پارلمان ته راورساوه او هغه څوك چې پاتې و هغه د كرزي د پېرزويني او ياهم كيداى شي د ((نورو)) په دستور، د انتصابي غړو په حيث ځان ((ملي شورا)) ته راورساوه. اوس په پارلمان كې د دوى شمېره پوره شوه، د سر څوكۍ د دوى رئيس ته وركړل شوه ځكه چې مثل دى ((الراسٌ للرئيس))، ځكه چې د پيتروسبرګ په ماڼۍ كې هم همدا سړى (قانوني) رئيس و!! وايي پرنګيان په خپلو ژمنو كې اصيل دي، رښتيا هم چې اصيل دي. رباني ولي د قانوني په ګټه تر استاد سياف تير شو؟ ځكه چې سياف نور خالى شوى، اوس يې نظار شورا د جګړو لپاره ((چرسيانو)) ته ضرورت نلري. اوس يې سړي خلاص شوي، اوس وخت بدل شوى، مصلحتونه بدل شوي، سياستونه بدل شوي، معيارونه بدل شوي. نظار شورا او شمالي ټلوالى پخپلو كې ځكه بيله شوه چې په وروستيو ورځو كې يې ترمينځ په څو مسئلو موافقه رانغله،نظار شورا غواړي له پارلمان څخه څلور امتيازه تر لاسه كړې، په دريو كې د نظار شورا او ټلوالې تر مينځ ژور اختلاف نشته، اما په يوه كې يې شته: مسعود دې تل تر تله ملي اتل وي د نجيب له سقوط وروسته د برهان الدين رباني دولت يو قانوني او مشروع دولت و په دولت كې دې د نظار شورا استازو ته په كليدي څوكيو كې تر اخره ځاى وي د طالبانو په خلاف جګړه، كورنۍ جګړه نه بلكې د ((مقاومت)) جګړه وه. د پورتنيو غوښتنو په وړاندې امريكايي ديپلوماسۍ هم څه اعتراض نشي كولى، ځكه چې لا له مخكې د همدې غوښتنو لپاره تړونونه مهر شوي او توافق اخيستل شوى . (ړومبى هدف) مسعود دې تر تر تله ملي اتل وي د دې معنا دا ده چې د مسعود ټولې جګړې، ملي جګړې وې، هغه چې له هر چا سره جنګيدلى پر حقه جنګيدلى او برئ الذمه دى. هغه قوماندانان چې له ده سره يې پدې جګړو كې ونډه اخيستې هغوى هم برئ الذمه دي. د بشر حقونو اداره حق نلري چې هغوى د جنګي مجرمينو په لين كې راولې. پدې توګه موږ ګورو چې مسعود له يوې خوا د شوروي امپراطورۍ د شكست قهرمان دى او له بلې خوا يې كورنۍ جګړې د وطن د دفاع جګړې دي. پارلمان به خامخا د ملي فيصلو په لړ كې پر ملي اتل مهر ږدې، كه يې نه كيږدي نو خامخا به يې ردوي هم نه. (دويم هدف) د رباني حكومت، مشروع او قانوني حكومت و پدې معنا چې په كابل كې د شويو ويرانيو او عام وژنو، پړه  د رباني او نظار شورا پر غاړه نه، بلكې د هغه چا ((باغيانو)) پر غاړه دى چې له حكومت سره جنګيدل. نظار شورا او رباني وايي چې دوى له كابل څخه دفاع كوله، مسعود د دفاع وزير و، د هغه مليشې او ټوپكيان، د نظار شورا په استازيتوب نه، بلكې د دفاع وزارت د رسمي پوځيانو په توګه د هيواد د دفاع مسووليت درلود. پدې توګه هغه راپورونه چې د بشر د حقوقو د كميسيونونو له لخوا، د كابل د جګړو په اړه ترتيب شوي، په هغو كې د نظار شورا او د هغوى افراد برئ الذمه دي. په همدې سلسله كې كه وګورو نو د حزب اسلامي د نامتو قوماندان، زردادخان محاكمه پخپله يو سمبوليك عمل و. برتانيه چې د نړيوال ائتلاف يو اساسي ركن دى، په دې سمبوليك عمل سره يې نظار شورا ته شنه څراغونه وركړل، نظار شورا په همدې اميد خپل زړه غټ كړ ، دوى پوهيږي چې د نړيوالو ملګرو له ملاتړ څخه برخمن دي. اما د شمالي ټلوالې ځيني ډلې، لكه حزب وحدت، اتحاد اسلامي، او جنبش ملي په دې موضوع كې سره يوه خوله نه دي. ځكه كه چېرې د رباني حكومت ته داسې مفت مشروعيت وركول شي، د دوى د ملامتي سبب ګرځي، يو مهال حزب وحدت او جنبش د حزب اسلامي تر څنګ [د شوراى هماهنګى تر چتر لاندې] له رباني سره جنګيدل، اتحاد او حزب وحدت هم پخپلو كې جنګيدل او... دوى دا نشي منلى چې د هغه وخت  د ((باغيانو)) په عنوان تر تاريخي ملامتۍ لاندې راشي. د مستندو معلوماتو له مخې، د پارلمان د رياست په سر، د كشمكش په ورځو كې يو لړ پټ ملاقاتونه او معاملات تر سره شول. پدې لړ كې د استاد رباني او قانوني تر مينځ دوه اړخيزه تړون دا و چې، يونس قانوني به د پارلمان د رياست په مقابل كې د استاد رباني د حكومت مشروعيت، د جمعيت اسلامي غړيتوب او د اپوزسيون له رهبرۍ لاس اخلي، په مقابل كې به استاد رباني دپارلمان له رياست څخه د سياف په ځاى د يونس قانوني په ګټه تيريږي. ويل كيږي چې په همدې ورځو كې د رباني او سياف تر مينځ نورې ترخې او سپورې  خبرې او پر يو بل د اجير، اپرچونيست، نژاد پرست او...ديته ورته الفاظ هم تبادله شوي. اما هغه څه چې په عمل كې وليدل شو، ثابته يې كړه چې د استادانو په دې تناظر او تقابل كې ژبني او نژادې  فكتور تر ډېرو نورو ارزښتونو زيات وزن درلود. (دريم هدف) د حكومت په كليدي چوكيو كې د نظار شورا سهم پدې اړه كه څه هم څه خاصه فورموله نشته، او نه هم دا موضوع په پارلمان پورې نېغ په نېغه اړه لري. اما د كابينې غړې د پارلمان د اعتماد رائي ته اړ دي. ښايي نظار شورا د قدرتمن پاتې كيدو لپاره مكرراً خپلې هڅې وكاروي.  د بن تړون له يوې خوا، له نړيوال ائتلاف سره ملګرتيا او پټ تړونونه له بلې خوا او په پارلمان كې د رياست په شمول د دوى نفوذ له بلې خوا، دا ټول هغه مساعد كمربندونه دي چې دوى پرې خپله ملا تړلى شي. كيداى شي د پارلمان ځيني وكيلانو ته د بخششونو او رشوتي تحفو له لارې هم د هغوى د وزيرانو، واليانو او رئيسانو بقا تمديد شي. قاعدتاً په پارلمان كې خو وكيلان يواځي د رسمي  مقام  او معاش (۱۰۰۰يا ۱۲۰۰ ډالرو) په امتياز نه دې خوشحاله، بلكې د درېمې نړۍ په اكثرو هيوادونو-حتى په مترقي هيوادو كې- پارلماني وكيلان له مختلفو منابعو او مختلفو معاملو له لارې په ميليونونو روپۍ تر لاسه كوي. دا چې رمضان بشر دوست د وكيلانو د پانګو او شتمنيو دثبت خبره وكړه، ښايي هغه پوهيږي چې دلته به لوى لوى معاملې ترسره كيږي. نو پرته له كوم تفصيل، په اختصار سره ويلاى شم چې د نظار شورا هم په دولت او هم په پارلمان كې د خپلې بقا او دوام لپاره كولى شي مختلفې وسيلې او مختلفې دسيسې وكاروي. كه پيسې او تحفې كار ورنكړې نو كيداى شي د ويري او ارعاب له لارې هم ځيني وكيلان اطاعت ته اړ باسي. (څلورم هدف) د طالبانو په خلاف جګړه، كورنۍ جګړه نه، بلكې د ((مقاومت)) جګړه وه دا هم مهمه موضوع ده، كه د پورتنيو موضوعاتو په شمول دغه موضوع له پارلمان څخه پاس شي، نو يقيناً چې نظار شورا او شمالي ټلوالې به سترې برياوي تر لاسه كړې وي. د مقاومت عنوان، كه څه هم د جګړو حقيقت نشي بدلولى، اما د پارلمان فيصلې د ((تاريخي فتواوو)) اعتبار لري. د پارلمان  ((برائت)) او د پارلمان ((ملامت)) مرعي الاجرا حكمونه دي، داسې حكمونه چې ټولې نړۍ او ټول ولس ته اعتبار لري او له اعتبار څخه يې څوك انكار نشي كولى، ځكه چې د ولس د استازو پريكړه د ولس پريكړه ده. د مقاومت په جګړو كې خو حزب اسلامي هم شامل و، زه باور لرم چې په پارلمان كې د حزب اسلامي د استازو يا هم هواخواهانو لخوا د دې پريكړې د تصديق لپاره څه خاص خنډ نشته. كيداى شي د دې قيد د منلو لپاره هيڅ ډول رشوت او پيسو ته ضرروت نه وي، منم چې په پارلمان كې موجود طالبي استازي به د دې پريكړې د سر ښورولو په بدل كې څه اشرفۍ تر لاسه كړې، د كوچيانو استازې به هم غوړ لاسونه پر بريتو راتاو كړې او خپله برخه به واخلي. اما دا دومره عاجله او حساسه موضوع ده چې د پارلمان هيڅ وكيل يې ښايي له اهميت بې خبره نه وي. د نظار شورا او شمالي ټلوالې تر څنګ، د تروريزم په خلاف نړيوال ائتلاف، جداً ديته اړتيا لري چې د طالب په خلاف -روانو او پخوانيو-  جګړو ته مشروعيت پيدا كړي. نړيوال ائتلاف  (خاصتاً امريكا) كيداى شي د القاعدې، حزب اسلامي او طالبانو په خلاف له پارلمان څخه دا فتوا تر لاسه كړې چې مخالفو جنګيالو ته ((تروريستان، باغيان، د پرديو اجيران، جاسوسان، تخريبكاران))او ديته ورته اصطلاحاتو د استعمال تصديق كړي. او د دې تصديق لپاره حتمي ده چې د طالب په خلاف پخوانيو جګړو ته د ((مقاومت )) د جنګ عنوان وركړل شي. پدې توګه به نظار شورا د خپل ((ملي اتل)) لپاره دا افتخار هم وګټي چې ګويا هغوى، افغانستان د پرديو (پاكستان) له اشغال څخه وژغوره. اوس وخت دا خبره ډېره عامه ده چې طالب ملامت دى، طالب د بل د لاس آله ده، تروريست دى  او... هرڅوك، هر سړى  او هر روشنفكره له روان موج سره تګ كوي، هر څوك پرمختګ او امتياز غواړي، مقامات غواړي، خپله بقا او پرده غواړي... په اوس وخت كې مشكله ده چې بې مصلحته او بې پرې فتوا پيدا شي. خو د نظار شورا تر خپل وسه هڅه كوي چې ځان او خپل ملګري د تاريخ له ملامتونكي قضاوت څخه، د مصئونيت په څادر كې ور ونغاړي. دوى غواړې د تيرو شلو كلونو كورنيو جګړو (چې حتماً پكې يو طرف ته دوى ول) پړه له خپلو مټو سپكه كړې. اوس مهال د دوى لپاره د دغو پورتنيو فتواوو د تصديق لپاره عيني او سياسي شرايط ډېر ښه آماده دي. متاسفانه لكه څومره چې خلكو ته په تصور كې وركول كيږي، پخپله وضعيت هغسې نه دى. اوس هم قومي مصلحتونه، ګوندې او نژادې مصلحتونه، سيمه  ييزه مصلحتونه او... تر ټولو زيات اعتبار لري. كه څه هم دم مهال د نظار شورا او شمالي ټلواله  ډېر زيات چانسونه لري، د روسې، ايران، هند او امريكا په شمول د نړيوالو پراخ تائيد او ملاتړ له ځان سره لري. شرايط هم د دوى په ګټه دي، ځواك هم لري او امتيازات هم د دوى دى. زه باور لرم چې دوى به په عاجله توګه او په ړومبي سر كې همدا پورتني موضوعات له پارلمان څخه پاس كړې. د ملي ژبي او ملي ترانې په اړه هم دوى بريالي دي. ځكه چې تر اوسه پورې ملي ترانه هماغه ترانه ده چې روانه ده، پارلمان هم پر هماغې ترانې پرانيستل شو، د حكومت بنياد هم پر هماغه بنياد كيښودل شو. لا پخوا موافقه شوې وه چې ملي ترانه به په پښتو وي، خو عملاً هيڅ اقدام ونشو، د ملي ژبي په اړه هم همدا خبره ده. وايي چې ملي ژبه (پښتو او دري) دي☼  اما دا خلك كمال كوي. په هيڅ وزارت كې مكتوب او عرايض په پښتو نه چليږي، د هيڅ يوې موسسې يا ټولنې اساسنامه په پښتو نه چليږي. د دولت رسميات په فارسي پيل او ختم كيږي. جمهور رئيس يواځي بسم الله په پښتو وايي او نور نو ... د ښوونځيو او پوهنتونونو ژبه او نصاب خو هسې هم پاړسي ده. په راډيو او تلويزيون كې د ژبي انډول نشته او... ☻ زه باور لرم چې نظار شورا او شمالي ټلواله به  په خپلو مقاصدو كې بريالى شي، هسې خو پرته له رسمي فتوا هم  مسعود ملي قهرمان دى او هم د دوى جګړې د ((مقاومت)) جګړې دي. ښايي دوى يې دوباره تصديق ته اړتيا هم ونلري. د ژبي ، دولتي امتيازاتو يا نورو مسائلو په اړه هم ښايي څه منډې ترړې ته ډېره اړتيا نه وي، ځكه عملاً هغه څه چې دوى يې غواړې هغه برقرار دي. د دوى تر شا ياران شته، تړونونه شته، ملاتړ شته. اما هغه څه چې دوى هيڅ نلري هغه د هغوى ملي اعتبار او ملي وجاهت دى. دوى كه خپل تير ماضي ته هر پرتوګ ورواغوندې، ور وابه يې غوندې. اما وړاندې نور ډېر مقامات شته، دوى د دوى طبيعت  حوادثو ، ټكرونو او جګړو دومره بد روزلى، چې په وار وار به هم خپل ځان وشرموي او متاسفانه هم به هغه نجيب او شريف قوم وشرموي چې د دوى ملاتړ كوي. خبره پدې پاى ته رسوم چې كه پارلمان د همداسې لوبو تمځاى وي، نو د واقعي ديموكراسۍ د تطبيق لپاره به كله هم شرايط ميسر نشي.  او چې واقعي ديموكراسي نه وي، معلومه ده چې په هغه صورت كې به زموږ  اسلامي ارزښتونه، ملي مصلحتونه، ملي پرمختګ، سوله  او ثبات، اجتماعي عدالت او...به په مشكله وغوړيږي. -------------------------------------------------------------------------------- ☼ [كه څه هم دري ژبه په اصل كې فارسي ده، بلكې د فارسي ژبې يوه سيمه ايزه لهجه ده، يوه ژبه هغه وخت مستقل حيثيت لري چې ليك دود، مفاهيم، مصطلحات يې له نورو ژبو مختلف او يا دا چې كه فرعي ژبه وي نو پكار ده چې له خپلې اصلي ژبې سره يې په پورتنيو ټكو كې تر نيم زيات تغيير راغلى وي. په داسې حال كې چې دري ژبه داسې نه ده، درې د فارسي ژبې يوه سيمه ييزه لهجه ده. عربي ژبه په هر هېواد كې مختلفه لهجې لري، خو هيڅ هيواد ځانته د دې حق نه وركوي چې خپلې لهجې ته مستقل نوم او عنوان كيږدي] ☻ عموماً كه وګورو نو هر پښتون وزير  خپله وجيبه بولې چې  د ((پاړسيوانو)) خاطر وساتي، دوى  په خپلو رسمي ويناګانو كې قطعاً جرائت نه كوي چې په خپله ژبه وغږيږي. خو په غير رسمي محافلو او ميلمستياو كې ځان د پښتنو خواخوږى بولي. برعكس بې پښتو وزيران ځانته هيڅ تكليف نه وركوي، نه په اخلاقي او وظيفوي لحاظ  ځان ورته مكلف ښكاري چې په پښتو وغږيږي، ښايي دوى به  ځان د سامعينو له فهم او ژبي هم بې نيازه بولي!!   ",په پارلمان كې شمالې ټلواله او د نظار شوراڅه لټوي ؟ 1009,," په پولنډ کې د يخې هوا او سړو له کبله د ٢٠ تنو د مړينې خبر ورکول شوى او د دغه هېواد پر ځينو سيمو کې د يخنۍ درجه تر منفي ٢٨ درجو رسيدلې ده . ددغو سړو له کبله ترانسپورتي ،او عامه خدمتونه له ستونزو سره مخامخ شويدي او هر څه کنګل شوي دي. د المان هېوادځينې سيمې هم د سړو سره مخامخ شوي دي. له دې نه وړاندې روسيه سختو سړو ځپلې وهلې چې په کې يو شمير وګړي مړه شوي دي. ",اروپايي هېوادو نو ته د هوا سړه څپه رسيدلې . 1010,حقمل," په هغه موټر بم چاودنه کې چې د عراق په پلامينه بغداد کې شوې ٢ تنه مړه او ٥ تنه ټپيان شوي دي .چاودنه په امنيتي شنه سيمه کې چيرته چې يو شمير سفارتونه پراته دي د پوليسو يو امنيتي پو ستې ته نيږدې رامينځ ته شوې ده . ",د بغداد په چاودنه کې دوه تنه مړه او ٥ تنه ټپيان شوي. 1011,," د امريکا د ونډې په بازارونو کې نن د يو بيرل تيلوبيه ٦٩ ډالرو ته ورسيده. د يو شمير څيړونکو د يناوو له مخې د تيلو د بيو لوړوالي لاملونه په نايجريا کې د کړکيچ او تاوتريخوالي ، د ترهګرۍ بريدونو ويره او د ايران د اتومي شخړې پر سر د ايران له خواپر تيلو دممکنه بنديزونو لګول په ګوته شوې دي . ",په امريکا کې د يو بيرل تيلوبيه ٦٩ ډالرو ته جګه شوه . 1012,," د هغې سختې اورلګيدنې له کبله چې د استرليا په سهيل کې د تودې هوا له کبله رامينځ ته شوې دوه تنه وګړي مړه او په لسګونه زره څاروې له منځه تللي دي. د دغه اورلګيدنې له کبله چې د ژغورنې او چوپولو له پاره يې سمبال عمليات پيل شوي دي يو شمير کورنو او عامه ودانيو ته ډير تاوان رسيدلۍ دى . ",په استرليا کې د اورلګيدنې له کبله مړينه او زيان . 1013,حقمل," د نړۍ دکتابونو ستر نندارتون د مصر په پلازمينه قاهره کې د مينه والو پر مخ پرانيستل شوي دي. په دغه نندارتون کې د نړۍ د ٣٠ هېوادونو څخه د کتاب خپرولو او چاپولو ٦٢٠ چاپخانو خپل کتابونه په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي دي. په دغه نندارتون کې د مينوالو ډيره توجه د ماشومانو د چاپ او خپريدو کتابونو ته اړول شوې ده .دکتاب دغه لوى او په زړه پورې نندارتون په داسې مهال جوړيږي چې بيا هم په نړۍ کې د بيان ازادي له سره د سانسور سرپوښ په بشپړه توګه نه دۍ لرې شوى. ",په قاهره کې د کتابونو ستر نندارتون جوړ شوي دي . 1014,حقمل," افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي چې دلندن په ناسته کې به د ولسي جرګې او مشرانو جرګې مشران او ٨ تنه غړي په يو ګډ پلاوي کې برخه واخلي . د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د کابينې د غړو په دوه ګوني تابعيت باندې خبرې وشوې ، چې په دې اړوند د غړو ترمينځ مختلف نظرونه موجود وو .اکثريت غړودا پرې کړه ومنله، هغه کسان چې ولسمشر کرزي د وزارت څوکيو ته وړاندې کوي بايد دوې ورځې وړاندې يې لنډ پيږند ليک ، د افغان تابعيت سند ،د کار سابقه او د زده کړو اسناد سره له کارې تګ لارې ولسي جرګې ته وړاندې کړي. ",د ملي شورا پلاوۍ به د لندن په ناسته کې ګډون وکړي 1015,حقمل," د فراه ولايت د چارباغ دسيمې د نجونو يو لومړني ښوونځي ته په نيمه شپه کې يو شمير ناپيږانده کسانو اور اچولۍ دى ، چې په کې يو شمير درسي کتابونه او د ښونځي لوازم سوي دي . پوليس وايي دا د هېواد دشمنانو کار دى. د هېواد په جنوب کې ددولت مخالفانويو زيات ښونځي سوځلي دي . ",په فراه کې يو ښوونځۍ سوى دى. 1016,," د بالکان د صربستان او مونته نګروپه غرنو کې د اورګادي د چپه کيدو له کبله ٤١ تنه مړه او څه ناڅه ١٨٠ تنه ټپيان شوي دي . په ټپيانو کې لږ ترلږه ٩٠ تنه ماشومان دي .د ژغورنې عمليات د هوا دخرابوالي او تيارو له امله ستونزمن دي او ددغې بدې پېښې له امله ٣ ورځي عمومي وير اعلان شوى او د لارو وزير خپله استعفا وړاندې کړې ده . دغه اورګادي ٣٠٠ مسافر د بيلو پليه ښار څخه د بار بندري ښار ته ليږدول . دغه بده پېښه پرن مازديګر پلازمينې مونته نګرو نه نيږدي د بيوشه په سيمه کې رامينځ ته شوې ده . ",په مونته نګرو کې ٤١ تنه مړه او ١٨٠ تنه ټپيان شوي . 1017,حقمل," د هغې شخړې له کبله چې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت او افغان تلويزيون ترمينځ رامينځ ته شوې ، اوس د افغان تلويزيون مشر د اطلاعاتو او فرهنګ وزير داکتر رهين ته د يوې څلور ساعته ژوندۍ تلويزيوني مناظرې بلنه ورکړې او وايې چې چمتو دى له رهين سره دامناظره د ١٠٠ تنو خبريالانو او يو شمير هيوادالو په وړاندې تر سره کړه . د خبري رسنيو دڅار کميسيون تيره اونۍ افغان تلويزيون ٥٠٠٠٠ افغانۍ جريمه کړ او ددغه وزرات مرستيال وايي چې يو شمير سندونه يې اوس څارنوالۍ ته ليږلي. افغان ليکوال رهنورد زرياب وايي د کميسيون دا پريکړه غير قانوني او اصولي ده او که دا لړې دوام ومومي د خطر يو زنګ دى ،ټولو خبري رسنيو ته . کميسيون افغان تلويزيون په دې ګرم بللۍ چې په خپرونو کې يې داسې څه خپاره کړي چې ورته مبتذل ويل شوي. ",ډاکتر رهين ته دتلويزيوني مناظرې بلنه ورکړل شوې . 1018,حقمل," د پلچرخي جيل امنيتي چارواکو منلې چې ددغه جيل څخه ٧ تنه بنديان تښتيدلي دي. پوليسو د تښتيدلو کسانو د بيانيولو ټينگې هڅې پيل کړيدي.او د پېښې په اړوند يې د جيل ١٠ تنه ساتونکي نيولي او ترې پلټنې يې پيل کړي دي .د پلچرخي جيل د کابل په ختيځه سيمه کې د ټينګو امنيتي تدبيرونو پر مينځ کې پروت دى . ويل کيږي تښتيدلي بنديان ډيره د کندهار اسيدونکي وو .د جيلونو مشر وايي تښتيدلي کسان د القاعده او طالبانو لوړپوړي کسان نه وو. د پېښې پوره جزيات نه دي څرګند او نه ده معلومه چې دابنديان څه ډول په تيښته بريالي شوي دي ؟يل کيږي دغه بنديان په ١٥ او ١٦ کلونو بند محکم شوي وو . يو امنيتي چارواکي وويل تښتيدلو کسانو له طالبانو سره تړاو درلود . ",د پلچرخي له جيل څخه ٧ تنه بنديان تښتيدلي دي. 1019,حقمل," افغان ولس مشر حامد کرزي د مدني ټولنې په درې ورځنۍ ناسته کې وينا وکړه او خپل ملاتړيې له ټولنې څخه وښود خو دايې وويل چې افغانستان يوې واقعي مدني ټولنې ته اړتيا لري او هغه ټولنې چې له بهرنيو مرستو سره تړاو ولري ددغو مرستو له بنديدو سره سم له منځه ځي . کرزي په دې هم خواښيني وښودله چې مدنې ټولنه د وروستيو وسله والو او ځانمرګو بريدنو په اړوند چوپه خوله پاتې شوې ده . ",افغانستان يوې واقعي مدني ټولنې ته اړتيا لري . 1020,حقمل," د ايرانو څخه په لومړيو رپوټونو کې راغلي چې ددغه هېواد په جنوب کې د هواز ښار ستروچاودنو لړزولۍ دى . دغو چاودنو مرګ او ژوبله اړولې ده چې تر اوسه يوازې د ٣ تنو د مړينې او ٥ تنو ټپيانو خبر ورکړل شوى دى. ويل کيږي درې چاودنې د سهار د ٩ څخه تر لسو بجو پورې د مليران او د اهواز دطبيعي زيرمو په سيمه کې رامينځ ته شوي دي. چاودنو زيات مالي زيانونه اړولي دي. يوه چاودنه د د کياناس په سيمه کې د چمران شهيد په کوڅه کې د بانک په يوه ودانۍ کې شوې چې ډيره وګړي دغه بانک ته راغلي وو . د چاودنو له کبله يو شمير موټرو ته هم زيان اوښتۍ او د اور لمبې او لوګۍ په سيه کې جګې شوې دي.په چاودنو کې ګڼ شمير وګړي ټپيان شوي دي چې شميره يې لا نه ده څرګنده . په وروستيو رپوټونو کې راغلي چې په دغو چاودنو کې ٦ تنه مړه او ٤٠ تنه ټپيان شوي دي. ",د ايران د اهواز ښاردرنو چاودنو لړزولۍ . 1021,حقمل," د پرتګال په ټاکنو کې اقتصاد پوه کاواکو سيلوا د خپلو پنځو تنو چپو سيالانوپر وړاندې د ٥٠،٥٩ فيصده رايو په ګټولو سره ددغه هېواد لومړۍ وزير شو .سيلوا دسوسيال ديموکرات او ښي لاسو د ملاتړ څخه برخمن وو . ",کاواکو د پرتګال لومړۍ وزير شو. 1022,,"   نن په یوگډ خبري کنفرانس کې چې دبهرنیو چارو وزیر عبدالله دملگرو ملتونو کابل ته ځانگړی استازی جان ارنو او دبریطانیا هیواد کابل کې سفیرې میرمن روزالند مارسدان پکې برخه لرله خبریالانو ته دکیدونکې لندن غونډې په اړه وغږیدل. ډاکټر عبدالله په سر کې دنړیوالې ټولنې له هغو مرستو نه ځانگړې مننه وکړه کومې په تیرو څلورو کلونو کې یې له افغانستان سره کړي. عبدالله دغه راز وویل چې افغان دولت به لندن غونډې ته ملي لنډ مهاله پراختیایي ستراتیژي وړاندې کړي او تمه به ولري چې نړیواله ټولنه یې ورسره غبرگه کړي. نوموړي په دریو ټکیو ټینگار وکړ چې لندن غونډې ته به وړاندې شي امنیت، داقتصاد پرمختیا او دحکومتي سیستم جوړونه. جان ارنو وویل چې تمه لري کیدونکې لندن غونډه به دافغانستان په بیارغونه کې گټور تمام شي. لندن غونډې ته به له افغانستانه ولسمشر کرزی دکابینې ځینې غړي دملي شورا دواړه مشران دبریطانیا لومړی وزیر ټونی بلیر، دملگرو ملتونو سرمنشي کوفي عنان، دامریکې دمتحدو ایالاتو دبهرنیو چارو وزیره کاندولیزا رایس او په گڼ شمیر کې نور مشران گډون وکړي.   ",افغان دولت لندن غونډې ته پوره تیاری نیولی 1023,,"   دعراق پخوانی ولسمشر صدام حسین به نن محکمې له اوو تنو نورو ملگرو سره یوځای ددجیل دپیښې په تور دمحکمې دپوښتنو اوگرویږنو لاندې راشي. دنوموړي دمحکمې کردي مشر استعفی ورکړې او ځای به یې نوی بل کردی قاضي نیسي. ",صدام حسین به نن بیا محکمې ته یووړل شي. 1024,حقمل," د هرات گڼ شمير اوسيدونکي نن ددغه ښار په کوڅو او واټونو کې د ولايت ودانۍ مخې ته راټول شول او دورستيو چاودنو د قربانيانو د کورنيوسره يې خپله غمرازي وښودله او دقندهار د بريدونو غندنه يې وکړه . هراتيانو هم د هېواد ديو شمير نورو ولايتونو د وګړو په څير په داډول بريدنو کې د پاکستان لاس وهنې ته ګوته ونيوله او په نارو سره يې څرګنده کړه چې دا ډول بريدونه د افغانانو دود او دستور نه دى.دوى په يو غږ سره د پاکستان ددولت پر ضد شعارونه ورکول اوله دولتي چارواکو څخه يې وغوښتل چې د امنيت په برخه کې دې خلکو ته پوره ډاډ ورکړي. ددغه لاريون شعارونه : مړه دې وي القاعده ، طالبان او ترهګران ... ",هراتيانو لاريون وکړ. 1025,,"   قومندان حاجي محمد نبي احمدزی دلوگر ولایت دخوشي په ولسوالۍ کې یو لړ سپکې اودرنې وسلې دډایاگ پروگرام ته سپارلي چې په سپارل شویو وسلو کې الوت ضد چینایي سام ٧ ډوله میزائیل هم شامل دی. دډا یاگ پروگرام چارواکي وایي چې وسلې ددولت په ډیپوگانو کې ساتل کيږي. دډایاگ پروگرام له نامسولو وسلوالو وسلې راټولوي. ",په لوگر کې وسلې دډایاگ پروگرام ته سپارل شوي. 1026,حقمل," په عراق کر د امريکاي فوځونو په يوه خپره شوې پاڼه کې ر اغلي چې ٤ تنه عسکر يې په دوو جلا پېښو کې وژل شوي دي. دوه تنه يې د عراق په جنوب کې د امريکايانو فوځي اډې ( التقدم ) ته نيږدې د الانبار په ايالت کې وژل شوي او دوه تنه نور عسکر يې د بغداد په جنوب غرب کې په يوه بمي چاودنه کې وژل شي دي. ټول ټال تراوسه ٢٢٣٩ امريکايان په عراق کې وژل شوي دي. ",٤ تنه امريکايي عسکر په عراق کې وژل شوي.. 1027,حقمل," په افغانستان د ملګرو ملتونود خوړو او کرنې سازمان چارواکو خبردارۍ ورکړى چې د چرګانووالګۍ د افغانستان د دروازو شا ته ولاړ دى. دوى وايي چې د محاجرو الوتکود راتګ او تيريدو له لارې کيداۍ شي د چرګانو والګۍ د چرګانو فارمونو ته خپور شي او افغانستان د محاجرو الوتکو په لار کې پروت دى . د دغه سازمان استازې وويل که څه هم تر اوسه په افغانستان کې ددغه ناروغۍ بيلګه نه ده ترسترګو شوې خو په کار ده چې دخپريدو د مخنيوي په هکله يې چټک اقدامات وشي. استازي د بيړنيو اقداماتو له پاره د يو اعشاريه پنځه مليونو ډالرو لگښت ته ګوته ونيوله . له دې نه وړاندې د روغتيا وزير ويلي ووچې په افغانستان کې د چرګانو د والګي نښې او نښانې نشته او د هېواد په ٢٤ ولايتونو کې يې روغتيايي مسولينو ته دنده سپارلې تر څو د مرغانو د والګي په برخه کې کلکه څارنه وکړي. د افغانستان يو ګاونډي هېواد ايران ويلي چې په هېواد کې يې د چرګانو ناروغي نشته او د ترکيې سره په پوله کې يې گڼ شمير چرګان او الوتونکي له مينځه وړي دي . د چرګانو وبا تر اوسه د نړۍ په يو شمير هېوادونوکې د ٨٠ کسانو ژوند اخيستۍ دى.افغانستان داسې هېواد دى چې د پولو څارنه او ساتنه يې اسانه نه بريښي او ستونزمنه ده چې په يوازې سر دې په دې برخه کې څه وکړي. ",د چرګانو والګۍ د افغانستان دروازو شا ته ولاړ دى . 1028,,"   په پکتیا ولایت کې دملگرو ملتونو دادارې یا یوناما یو افغان ساتونکی وژل شوی او بل ټپي شوی. چارواکي وایي چې دټپي شوي ساتونکي له درملنې وروسته همدا ساتونکی له ځایه تښتیدلی. ویل کیږي چې دوژل شوي ساتونکي دوژنې لامل داوي چې نوموړي غوښتل یوه دفتر ماین کیږدي ولې پرې الوتی. ",په پکتیا کې دیوناما یو افغان ساتونکی وژل شوی. 1029,حقمل," د اريانا افغان هوايي شرکت د يو وزر الوتکې يو ماشين چې نن ماښام يې د کابل هوايي ډګر څخه د مسکو په لور الوتنه کړې وه د ميدان ښار په سيمه کې له کاره ولويد . الوتکې ته په کابل هوايي ډګر کې د بيرته کښيناستو امر وشو چې پرته له کومي پېښې کيناسته او ټولې سل تنه سپرلۍ يې وژغورل شوې . ",د اريانا الوتکې ماشين په هوا کې له کاره ولويد. 1030,,"   سټیفن هاربر او دهغه محافظه کاره گوند دکاناډا هیواد ټاکنې له لیبرال گوند څخه وړي او هاربر ددغه هیواد لومړی وزیر شو. لیبرال گوند ١٣ کاله په کانډا واکمني درلوده ولې پدې ټاکنو کې یې ماتې وخوړه. ",په کانډا کې محافظه کاره گوند ټاکنې وگټلې. 1031,,"   د بامیانو په ولایت کې یو ماشوم یخنۍ وژلی او نورو ته هم سړه هوا تهدید گرځېدلې. ١٠٨ کورنۍ پدغه ولایت کې له سړې هوا په تنگ راغلي دغه ولایت دهیواد په مرکز کې پروت دی او ژمی پکې ډېر سوړ وي. ",په بامیانو کې یو ماشوم یخنۍ وژلی. 1032,حقمل," افغان ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې د ١٩ ولايتونو واليانو ، امنيه قوماندانانو او د ولايتى شوراګانو غړو ته په يوه ناسته کې وويل که د کوکنارو مخنيوى ونه شي نو کوکنار به افغانستان ورک کړي نړۍ نور په دې هلکله استلال نه مني او کوکنار د افغانستان د هستۍ او نيستۍ خبره ده . د کوکنارو کر د شخړې سبب کيږي او پيسې يې په بريدونو کې لګول کيږي او ترهګران يې له پيسو څخه ګټه اخلي . کرزي د غوڼدې له ټولو برخه والو څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې د کوکنار مخه دې ونيسي او د چا عذر دې نه مني. ده خبردارۍ ورکړ که چيرې په افغانستان کې د کوکنارو د کر مخه ونه نيول شي نو نړيوالې مرستې به په افغانستان بندې شي .کرزي کوکنار د ټولنې ناروغي وبلله . کرزي وړاندې هم دا ډول غوښتنې کړې وې . د ده خبرې په داسې مهال کې کيږي چې په قندهار کې د کوکنارو د اړولو او له مينځه وړلو کار په چټکۍ سره پر مخ روان دى او دفراه چارواکو ويلي چې دوى به په دغه ولايت کې ١٠ زره جريبه ځمکه په راتلونکو دوو ورځو کې د کوکنارو له کر څخه پاکه کړي. ",کرزي :کوکنار به افغانستان ورک کړي. 1033,," ", 1034,حقمل," فلسطيني امنيتي چارواکو او عيني شاهدانو خبري رسنيو ته ويلي چې تيره شپه د اسرائيلي فوځ يو شمير سرتيري چې ٣٠ فوځي ګادو يې ملتيا کوله په رام الله پر داسې مهال و رغلي ، چې ټاکل شوې وه په دغه ځاى کې د ټاکنو بهير نن پيل شي .ددغه ښار جنوب غربي سيمه يې کلابند کړي او تراوسه له دغه سيمې څخه دنيښتې، مرګ او ژبلې خبر نه دى ورکړل شوى. ",اسرائيلى فوځ په رام الله وردانګلي . 1035,," افغان امنيتى چارواکو ٢ ټنه وراسته او زاړه خوراکي توکې د کابل او قندهار په لويه لار کې نيولي دي . يو امنيتي چارواکي بينوا ته وويل په دغو توکو کې ١٧٠ کارتنه ورسته غوښه او ٢٢ کارتنه زړې کلچې او کيک دي چې د پلورلو په موخه کابل ته راوړل کيدل . د توکو راوړونکي د پوليسو او امنيتي چارواکو له منګلو څخه تښتيدلي دي. ",٢ ټنه وراسته خوراکي توکي افغان چاراکو نيولي. 1036,حقمل," ناپيږانده وسله والو چې د عراق د ملي ګارد جامې يې په تن وې د جرمنى دوه تنه ځوان انجينيران د بغداد د شمال په ٢٠٠ کېلومترى کې وتښتول . دغو جرمني انجينيرانو چې د جرمني د لايپزګ اوسيدونکي دي د بيجي د تيلو په يو چڼ ځاى کې کار کوو .چارواکو منلې چې دغه کسان يې ليدلي چې په دوو موټرو کې راغلي وو . ",٢ تنه جرمني انجينيران په عراق کې تښتول شوي دي. 1037,,"   نن دکابل ختیځ ته دبگرامیو په ولسوالۍ کې دسیدجمال الدین الافغاني په ښاغلي نوم دیوې سترې اسلامي دینې مدرسې دجوړیدو پرموخه دبنسټ ډبره دولسمشر حامد کرزي په لاس کیښودل شوه. ښاغلي کرزي له همدې امله جوړې شوې غونډې ته وویل چې په گڼ شمیر کې ترې علماو غوښتي وه چې باید یوه دیني مدرسه جوړه شي چې نن یې شاهدان یاست. ددې مدرسې ټول لگښت به اته میلیونه ډالره وي چې دعربي متحده اماراتو له لورې ورکول کیږي. دوه زره زده کونکي به پکې دیني لوست او زده کړه کوي او دهغو زده کونکو لپاره چې دشپې ځای نه لري لیلیه یا شپه ځای هم شته. پدغو مراسمو کې ولسمشر کرزي، دمتحدو عربي اماراتو یوه استازي ، دپوهنې او ښارجوړونې وزیرانو  برخه درلوده. ",په کابل کې داسلامي علومو ستره مدرسه جوړيږي. 1038,,"   دعراق دپخواني ولسمشر صدام حسین او ملگرو محاکمه تر راتلونکې یکشنبې پورې وځنډیده دځنډ لامل لاتراوسه ندی څرگند. پخوا داسې وه چې نوموړی به نن محکمې ته وکاږل شي. ",دصدام حسین محکمه وځنډيده. 1039,,"   دفراه ولایت چارواکو پژواک خبري اژانس ته ویلي چې پدغه ولایت کې تیره شپه نامعلومو وسلوالو دانجونو یو منځنی ښوونځی سوځولی. دوالي مرستیال بسم الله خان ویلي چې دښوونځی اداره او لوازم ټول سوځیدلي. ",په فراه کې دانجونو یو ښوونځی سوځول شوی. 1040,ګل آغا احمدي وردك," ګل آغا احمدي وردكسريزهګاز او د انرژۍ ورته سرچينې چې د ځمكې د لاندې پيدا كيږي په اقتصادي اصطلاحاتو كې د تورې طلا نوم وركړل شوى دى او د ورځې په تيريدو سره خپل اهميت زياتوي ځكه چې د اوسنۍ نړۍ د اقتصاد او صنعت زياتره برخه د انرژۍ د پراختيا پر مټ او بركت پر مخ درومي او د انرژۍ له سرچينو څخه پرته انسانان نه شي كولاى چې په صنعتي او اقتصادي ډګر ګې د خپل اقتصادي برياليتوب هسكو پوړيو ته ورسيږي.په دې لړ كې د منځنۍ آسيا د هيوادونو او بيا په ځانګړي ډول د تركمنستان هيواد د ګاز سرچينې په اقتصادي ډګر كې هغه روښانه او خوږ خوب دى چې په ليدلو سره يې د ډيرو هيوادونو خولې له اوبو څخه را ډكې او غواړي چي د خپلې اقتصادي او صنعتي پراختيا لپاره يې د تركمنستان له هيواد څخه و پلوري، خپلو هيوادونو ته يې و ليږدوي، د صنعت او اقتصاد په ډګر كې يې په كار و ګوماري خو ليږدول يې د كومې لارې شوني دي؟د انرژۍ نړيوال ماركيټ او بيا په ځانګړې توګه د پاكستان او هند هيوادونو ته د تركمنستان د هيواد د ګاز د ليږدولو د ۱۸۶۰ كيلومتره نل ليكې پروژه هغه موضوع ده چې د سيمې د هيوادونو د استازو له خوا څو څو ځلې تر ژور بحث او څيړنې لاندې نيول شوې ده چې بيه يې په ټوليزه توګه ۳،۸ ميليارده امريكايي ډالر اټكل شوې ده. كله كله نوموړي بحثونه او خبرې اترې جدي او عملي بڼه غوره كړي خو كله كله د يو شمير عواملو او چلنجونو د رامنځته كيدو له كبله تر جدي ګواښ لاندې راغلي دي.بايد وويل شي چې يوه خبره اوس ټولو اړوندو اړخونو ته جوته شوې ده چې د افغانستان له لارې د دې پروژې عملي كول له بلې هرې طرح شوې لارې څخه آرزانه، آسانه، د عملي كيدو وړ او په لږ وخت كې شونې ده. همدارنګه زموږ هيواد ته زياتې اقتصادي، امنيتي او هر اړخيزې ګټې په خپله لمنه كې لري. په دې اړه د افغانستان، تركمنستان او پاكستان د هيوادونو د استازو له خوا آته ځلې درې اړخيزه غونډې شوې دي او د هندوستان هيواد نوى دې بهير ته را ګډ شوى دى.غواړو په خپله دې مقاله كې د افغانستان له لارې د جنوبي آسيا هيوادونو ته د ګاز د ليږدولو د نل ليكې په عملي لارو چارو خپل نظر له ګرانو لوستونكيو سره شريك كړو. همدارنګه هغو پرمختګونو او ګواښونو ته هم په لنډه توګه اشاره وكړو چې په دې لاره كې تر سترګو كيږي.د افغانستان له لارې د ګاز د نل ليكې د تيريدو تاريخي پس منظر د ځينو كارپوهانو له نظره د افغانستان له لارې د تركمنستان د ګاز د ليږدولو د نل ليكې فكر د ۱۳۶۲ او ۱۳۶۳ هجري لمريز كلونو زيږنده دى خو په هيواد باندې د پخواني شوروي يرغل او كورنيو جګړو د دې فكر عملي كيدلو او غوړيدلو ته اجازه ور نه كړه. په۱۳۷۱ هجري لمريز كال او په كابل باندې د ځينو جنګي ډلو له ولكې سره سم نوموړى فكر يو ځل بيا د يو شمير هيوادپالو افغانانو تر منځ سر را اوچت كړ خو د كورنيو جګړو اوږدوالي د هيواد د هر اړخيزې ورانۍ تر څنګ له افغانستان څخه د تركمنستان د ګاز د نل ليكې د تيريدلو فكر هم پرته له كوم عملي پرمختګ څخه غلى كړ. په ۱۳۷۵ كال كې چې كله كابل د طالبانو لاسته پريوت نو په دې اړه د افغانستان دخلكو او نړيوالو له خوا زياتې اميدوارۍ تر سترګو شوې او خبرې دې حد ته ورسيده چې د طالبانو د واك پر مهال د امريكا د يونيكال د كمپنۍ په بلنه د طالبانو پلاوى هغه هيواد ته سفر وكړي او د يونيكال د كمپنۍ تاسيسات له نږدې څخه و ګوري. په همدې توګه هغه مهال د پريډاس له كمپنۍ سره هم د وخت د چارواكو له خوا خبرې اترې تر سره شوې. خو له ځينو بهرنيو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړيكو پراخوالى د دې سبب شو چې نوموړې كمپنۍ هم د دې كار له سر ته رسولو څخه لاس په سر او له هيواد څخه د تركمستان د ګاز د نل ليكې د ليږدولو مسئله بيا خاموشي غوره كړي.د ۱۳۸۱ هجري لمريز كال په دوهمه نيمايي او په هيواد باندې د افغانستان د لنډ مهالې ادارې د واك سره جوخت د سيمې د هيوادونو په سياسي او اقتصادي محافلو كې يو ځل بيا نوموړې مسئله ښه توده شوه. له هغه مهال راهيسې په كابل، عشق آباد او اسلام آباد كې د افغانستان، تركمنستان او پاكستان دهيوادونو د اړوندو استازو تر منځ ګټورې خبرې تر سره او افغان پلاوى څو څو ځلې د پاكستان پلازمينې اسلام آباد او د تركمنستان پلازمينې عشق آباد ته سفرونه وكړل او كابل ته د يادو شوو هيوادونو پلاوي راغلل چې تر دې مهال پورې يې ۸ غونډې كړې او په نظر كې ده چې راتلونكې غونډه به د ۲۰۰۶ ميلادي كال د فبروري په مياشت كې د تركمنستان هيواد په عشق آباد كې تر سره شي.د ګاز د نل ليكې د تيريدو څرنګوالىد افغانستان له لارې د تركمنستان له هيواد څخه پاكستان او هند هيوادونو ته د ګاز نل ليكه ټول ټال ۱۸۶۰ كيلومتر اټكل شوې ده چې ۷۰۰ كيلو متر يوازې د افغانستان په خاوره كې تيريږي او د امريكا د ځينو كمپنيو د اټكل له مخې به د سيمې هيوادونو ته د تركمنستا د ګاز له زيرمو څخه ۵۰۰۰۰ ميليون متر مكعب ګاز و ليږدوي. بايد وويل شي چې د تركمنستان د ګاز په زيرموكې د ياد شوي رقم څو چنده ګاز موجود دى. د دې پروژې قيمت په ټوليزه توګه ۳،۸ ميلياره اټكل شوى او په پام كې ده چې د ګاز نل ليكه به د تركمنستان له هيواد څخه لومړى د افغانستان د هرات ولايت ته راوستل شي له هغه ځايه هلمند ورپسې كندهار او له هغه ځايه به د پاكستان د كويټې ښار ته و غزول شي.دوهمه طرح دا ده چې د افغانستان د شمالي ولايتونو څخه د سالنګونو د لارې لومړى كابل او بيا پيښور ته وغزول شي. په همدې توګه دريمه طرح په دې اړوند دا ده چې د افغانستان د شبرغان له لارې ښكاري درې (دره شكاري)، جلريز، كابل او بيا پيښور ته و غزول شي خو له تركمنستان څخه د هرات، هلمند، كندهار له لارې پاكستان ته د نوموړي پايپ لاين د غزولو شونتيا ډيره ده محيط زيست كوم ضرر نه ورته رسوي، له ډيرو طبيعي آفاتو او زلزلو څخه مصئونه لار ګڼل كيږي.د نوموړي نل ليكې هر ډول امنيتي، سياسي، محيط زيست او ټولنيز اړخونه مخكې له مخكې د آسيايي پراختيايي بانك له خوا د يوې انګليسي كمپنۍ په وسيله مطالعه او سنجول شوي دي چې د اړوندو هيوادونو لپاره يوه عملي او ګټوره پروژه ګڼل شوې او پرته له كومو جدي ستونزو د عمل په ډګر كې پلې كيداى شي.افغانستان ته د ګاز د نل ليكې د تيريدو د پروژې ګټېد افغانستان له لارې د تركمنستان له هيواد څخه د ګاز د نل ليكې تيريدل زموږ هيواد ته زياتې امنيتي، سياسي او اقتصادي ګټې په نظر كې لري چې ځينو ته يې په لنډ ډول په لاندې توګه اشاره كيږي:۱.د ګاز د نل ليكې د كار د پيل سره جوخت به ۳۰۰۰ افغانانو ته يوازې د پروژې د اعمار په چارو كې كار پيدا شي.۲.له پورتني رقم پرته يو زيات شمير افغانان د پروژې د امنيت په چارو كې په كار وګومارل شي.۳.داسې اټكل شوې ده چې د نوموړې پروژې له امله به هر كال افغانستان ته له ۳۵۰ څخه تر ۴۰۰ ميليونه امريكايي ډالره ترانزيت ټكس يا ماليه په لاس راځي.۴.د سيمې امنيت به ښه نور هم ورسره مضبوط كيږي ځكه په پام كې نيول شوې چې د دې پروژې د امنيت لپاره به د نورو امنيتي چارو سره سره هوايي ځانګړى هوايي ځواك هم په كار ګمار كيږي.۵.په نړيوال ډګر كې د افغانستان اهميت نور هم ډيريږي او شايد نوموړى كار د مركزي آسيا د طبيعي او انرژي زيرمو د ليږدولو لپاره د لومړي ګام په توګه و ګڼل شي او په راتلونكي كې د تيلو او ګاز نورې ورته نل ليكې هم زموږ د هيواد له لارې نړيوالو ماركيټونو ته وغزول شي.۶.د دې اټكل هم كيږي چې د دې نل ليكې له لارې به د افغانستان خپل داخلي ګاز هم بهر ته و ليږدول شي.۷.داسې احتمال هم شته چې د دري ګونو هيوادونو د وروستي تړون په ترڅ كې دغه موضوع هم مطرح او موافقه پرې وشي چې د افغانستان هغو سيمو ته د نوموړې نل ليكې څخه ګاز ور كړل شي چې د ګاز نل ليكه ورڅخه تيريږي.۸.همدارنګه د هيواد له هغو سيمو څخه چې د ګاز نل ليكه تيريږي د دې احتمال شته دى چې د غوره پاخه سړك تر څنګ د ژوند د نورو ضروري آسانتياوو څخه هم برخمنې او د زيات شمير هيوادوالو لپاره د ژوند يوه هر اړخيزه خوشحالي منځته راوړي.د پروژې د عملي كيدو څرنګوالىپه پام كې نيول شوې ده چې د دې پروژې ډيزاين په ډير ښه شكل صورت و مومي او د ګاز نل ليكه په داسې ډول جوړه شه چې له هر ډول تخريبي اعمالو څخه ژغورل شوې وي. داسې اوتوماتيكي دروازې ورته نصب كيږي چې كه خداى مه كړه نل ليكه په يوه سيمه كې تر تخريبي بريد او يا ګواښ لاندې راځي نو د نل ليكې ګاز په اوتومات شكل بنديږي او نه به پريږدي چې د ګاز د ليږدولو ټول بهير ته كوم زيان ورسيږي. په همدې توګه د تخريب شوي ځاى بيا جوړول او ترميم به هم آسانه وي.بل دا چې داسې آلات پكې نصب كيږي چې كه چيرې نل ليكې ته خداى مه كړه په كومه سيمه كې زيان رسيږي نو سمدلاسه به نصب شوې آله د تخريبي عمل او سيمې په اړه امنيتي ځواكونو ته خبر وركوي چې امينتي ځواكونه او د بيا رغولو ټيم به د خپل هوايي ځواك په وسيله نوموړې سيمې ته په هماغه لحظه رسيږي او د تخريبي عمل مخه به نيسي.د دې پروژې په عمومي كانسوشيم ژوره مطالعه روانه ده او تر ژورې كتنې وروسته به د درې اړخيزې او حتى څلوراړخيزې موافقې په ترڅ كې لاسليك او عملي بڼه به غوره كوي خو د كار د پيل نيټه يې د زياتو مطالعاتو د اړتياوو له كبله تر اوسه پورې ټاكل شوې نه ده.د پروژې د عملي كيدو په هكله روښانه هيلې د افغانستان له لارې د پاكستان او هندوستان هيوادونو ته د تركمنستان د طبيعي ګاز د نل ليكې د عملي لارو چارو په اړه بايد وويل شي چې نوموړې پروژه څرنګه چې د افغانستان او تركمنستان په ګټه ده په همدې ډول د پاكستان او هندوستان د هيوادونو په ګټه هم ده.د نوموړې پروژې په اړه د تركمنستان د هيواد لويه انديښنه دا ده چې ګواكي د هغه ګاز ته به ښه ماركيټ پيدا نه شي او د دوى ټول ګاز به و نه پلورل شي خو د ګاز د پيرودنې لپاره د هندوستان د هيواد آماده كيدل نوموړو انديښنو ته د پاى ټكى ايښى دى. د هندوستان هيواد هم پريكړه كړې ده چې په دې پروژه كې به برخه اخلي ځكه چې د نوموړي هيواد نفوس له يو ميليارد څخه لوړ دى او د خپلو اړتياوو لپاره څو د انرژۍ زياتو سرچينو ته اړتيا لري.له بلې خوا د پاكستان ۸،۵ اقتصادي رشد مسئلې هم يوه بله اميدواري د نوموړې مسئلې لپاره رامنځته كړې ده چې د تركمنستان هيواد و هڅوي څو د ګاز د نل ليكې غزولو ته پرته له كومو انديښنو غاړه كښيږدي.افغانستان هم هيله من دى چې په دې اړه داسې يو سيستم منځته راشي څو د هيواد هغه سيمې له نوموړې نل ليكې څخه خپل د اړتيا وړ ګاز واخلي چې ورڅخه تيريږي او نوموړي كار هم د تركمنستان هيواد هيله من كړى دى څو د خپل توليدي ګاز لپاره غوره ماركيټ و مومي.بل دا چې كوم تړون چې له ايران څخه هند ته د پاكستان له لارې د ګاز د نل ليكې د تيريدو لپاره په پام كې نيول شوى وو په سيمه كې د زياتو اقتصادي او سياسي عواملو له امله عملي بڼه نه شي درلودلاى او له نيكه مرغه د سيمې هيوادونه دې پايلې ته رسيدلي دي چې نوموړى كار يوازې د افغانستان له لارې د تركمنستان له هيواد څخه نړيوال ماركيټ د ګاز د نل ليكې د تيريدو په وسيله شونى دى سره له دې چې د ايران هيواد به په دې لاره كې خپلې سياسي او اقتصادي سيالۍ ته دوام وركوي څو نوموړى كار د افغانستان له لارې و نه شي.د ګاز د نل ليكې په اړه احتمالي ګواښونه، خنډونه او انديښنېسره له دې چې په هيواد كې هراړخيز مثبت بدلونونه او بيا په ځانګړې توګه د تركمنستان له هيواد څخه نړيوال ماركيټ ته د افغانستان له لارې د ګاز د نل ليكې د تيريدلو د پروژې عملي كيدو ته ټول افغانان لحظې شميري او د خوښۍ ځانګړى احساس كوي خو د بل هر كار په څير به نوموړى كار هم له ځينو احتمالي ستونزو، ګواښونو، خنډونو او انديښنو څخه خالي نه وي. تر اوسه پورې چې كوم ستر خنډونه د دې كار د پراختيا سبب شوي دي په هيواد كې يې تحميلي تحولات، كورنۍ جګړې او جنجالونه، د افغانستان ناروغ كورنى سياست، په سيمه كې د امنيت نشتوالى، په هيواد كې د سياسي رژيمونو بدلون او داسې نور يې ګڼلى شو.په راتلونكې كې به امنيت تر ټولو جدي او د پام وړ مسئله ګڼل كيږي. په همدې توګه د وسلو او وسله والو شتون هم د انديښنې وړ دى چې حكومت بايد نوموړې مسئلې ته د معقول چلند له مخې حل لارې و لټوي. د ګاونډيو هيوادونو سياسي او اقتصادي سيالۍ هم شايد چې په راتلونكي كې د يوه جدي ګواښ په توګه سر را پورته كړي ځكه چې متاسفانه د افغانستان ځينې ګاونډي هيوادونه په خپل څنګ كې د يوه پرمختللي او ځواكمن افغانستان موجوديت نه شي زغملاى. خو دا به په راتلونكي وخت پورې اړه ولري چې هيواد او د هغه سياسي زعامت څومره كولاى شي د دې او ورته ګواښونو په مقابل داسې معقول عمل وكړي چې په خپلو استراتيژيكو موخو كې بريالى او خپلو اوسيدونكو ته د هر اړخيز پرمختګ تګ لاره و ټاكي؟ پايلهد افغانستان له لارې پاكستان او بيا هندوستان ته د تركمنستان د ګاز د نل ليكې غزول د خورا مهمو پروژو څخه ګڼل كيږي چې زموږ هيواد ته هر اړخيزې ګټې په نظر كې لري. د نوموړې پروژې په اړه اوس مهال تر ډيره بريده داسې اټكل كيږي او د سيمې هيوادونه هم په دې آند دي چې د دې كار د سر ته رسولو وخت را رسيدلى دى او په دې وروستيو وختونو كې د اړوندو هيوادونو د استازو له خوا يو لړ ګټورې خبرې اترې تر سره شوې او دا شونتيا يې را منځته كړې ده چې د پروژې په اړه كوټلي او عملي ګامونه پورته كړاى شي.موږ د خپلې مقالې په ترڅ كې د نوموړې نل ليكې پر پس منظر، د نل ليكې پر څرنګوالي، افغانستان ته د هغه پر احتمالي ګټو، د پروژې د عملي كيدو په لارو او چارو خبرې وكړې او هغه ګواښونه هم په نښه شول چې د نوموړې پروژې د كار د پراختيا د لارې خنډونه رامنځته كولى شي. ",نړيوال ماركيټ ته د افغانستان له لارې د تركمنستان د ګاز انتقال 1041,احمد رشاد احمدزی," څۀ موشو وطن هغه چي ډک ؤله زلمیانو جوړه شوې له ګلشن نه هديره د يتيمانو تېر شوه پرې ظلمونه وحشتونه تهديدونه پيل شوې يوه لوبه وه له خوا د ظالمانو خاوره شو وطن هغه چي سر ؤ په ملکونوکي نه مي شته ابا نه د پلار مينه راته کړې چا ځکه مي اوس شعر لري پيغام د يتيمانو ",پيغام 1042,بېنوا خپرنيزه څانګه," د اطلاعاتو، فرهنگ او گرځندوي وزارت بهرني نړۍ او نورو دولتي ادارو سره وصل شو : نن د سه شنبي ورځ د ۱۳۸۴ لمريز كال د دلوې د مياشتې پر څلورمه نيټه د مخابراتو وزارت د دولتي اړيكو د پروژې GCN د تطبيق په لړ كي د اطلاعاتو، فرهنګ او ګرځندوي وزارت له بهرنۍ نړۍ او نورو دولتي ادارو سره وصل شو. د دولتي اړيكو يا GCN پروژه كومې آسانتياوي را مينځته كوي ؟ د دې پروژې په تطبيق سره به : 1.       د تيلفونى خدماتو او اړيكوآسانتيا را مينځته شي. 2.       د انترنيت د خدماتو وړاندې كول به شوني شي. 3.       د ويديويي كنفرانس د خدماتو د وړاندې كولو آسانتياوې را مينځته كيږي. همداشان د دي پروژې په ترسره كولو به د افغانستان ټولې مركزي ادارې له خپلو دويمو واحدونو سره وصل شي، همدا راز د دولت د رياست د مقام هدايتونه او فرمانونه به پر وخت په ټول افغانستان كې دولتي واحدونو ته ورسيږي، له دي برسيره به د دولت كاركونكي په نړۍ كې د ساينس او تكنالوژۍ په برخه كې له ټولو نويو لاسته راوړنو او پرمختګونو نه پر وخت د خبريدو وړتيا تر لاسه كړي. او د اړتيا پر وخت د دغي پروژي له اسانتياوو نه په ګټې اخيستو د هر ډول معلوماتو د ليږد را ليږد شونتيا موجوده ده. د دولتي اړيكو د شبكې مركزي سټيشن د مخابراتو په وزارت كې دى، چي له دې لاريې د ټولو وزارتخانو، خپلواكو ادارو او ولايتونو اړيكې تنظيميږي.   په وزارتخانو او خپلواكو اداروكې دا سيستم څه ډول پلي  كيږي ؟ 1.       وزارتونو ته د ښو انترنيتي خدمتونو د وړاندي كولو په خاطر، د هر وزارت او خپلواكې ادارې له پاره همداسې يوه مجهزه شبكه، د هغي سويچونه او ملاتړ كوونكي تجهېزات، سرورونه، له شلونه تر څلويښتو پايو كمپيوټرونه، دوه پرنتره، دوه پايې UPS او نور وسايل په پام كې نيول شوي دي. 2.       د ښو تيلفوني خدمتونو د وړاندي كولو په موخه د هر وزارت او خپلواكې ادارې له پاره يو، يو پايه PABX په نظر كې نيول شوي دي. د يادشوي PABX ظرفيت په لومړي سركې ۱۵۰ لينه دي چې وروسته تر ۳۰۰ لينونو پورې پراخيداى شي او د ادارو كاركوونكي كولاى شي يواځي د درې شميرو په دايرولو له يو بل سره اړيكې ونيسي، او كه وغواړى له ټول افغانستان او بهر سره هم تماس نيولاي شي. د يادولو وړ ده چې د دې تيلفونونو له لارې په اداره كې دننه ټول تماسونه وړيا تامينيږي . ",د مخابراتو وزارت او د اړيکو پراختيا 1043,,"  د دعوت دا ګڼه چې ملي سرود ته ځانګړې شوې او ټول ۳۶ مخونه لری د سریزې په څنګ کې دا مطالب پکې خپاره شوي دي: • ښه حاکم (ارواښاد ګل پاچا الفت ) • د پښتو ژبې او فرهنګ پیاوړی پوهاند دکتور حبیب الله تړی هم راڅخه جلا شو (پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار) • ملی سرود  • ملي سرود او که له ټکي ټکي سره کښت (خادم خان کوچی) • پرابلماتیک ملي سرود (اختر) • د ملي سرود په هکله د چارواکو بې تفاوتي (د افغان ملت له خپرونې څخه) • نوی ملی سرود باید په پښتو او دري دواړ ژبو وغږول شي او یا دې هېڅ لیکلې بڼه ونه لري (وحیدالله امانی) • من با سرود ملی به زبان دری مخالفم میپرسید چرا؟ • ملی سرود (ډاکټر سبحان هاتفی احمدزی) • ملی سرود خو هم یو داستان لري (عبدالباري جهاني) • ملي سرود د اپارتاید په توره لومه کې: اوس یې څنګه کوې ضابط صاحب!؟ (کابلی والا) • حکومتي ملي سرود (اجمل اټک یوسفزی) • ملی سرود ته د غوره شوي وروستي شعر په اړه (عبدالمجید) • سرود ملي یا سرود قومي؟ • د ملي سرود داستان څخه اوس داستان جوړ شو (بابوزی) • ملي سرود به ولې داستان نه لري (هلال مومند) • د ملي سرود کریږه (رانا خپلواک) • د نوي ملي سرود طرحه تر اوسه نه ده منل شوې (پزواک خبری ازانس) • سرود ملی یا سرود غیر ملی؟ • ملي سرود خو هم اشنایی پالنې تر دې حاله راورساوه (شریف باره خیل) • ملي ارزښتونو ته سپک کتل کیږی (د ملي سرود د پروسې په اړه نظر) (لاروی) • د ملي سرود په اړه په ولس مینو هیوادوالو وړاندیز!!! (وحید افغان) • جهاني صاحب ولې دا افتخار نه غواړی؟ (عنایت صافی) • نوی ملي سرود (پزواک خبری ازانس) • ملي سرود د مقاومت په لومو کې (حبیب الله غمخور) • ملی سرود د توطئو په لومه کې (انجنیر ذکریا) • نوی ملی سرود زما په اند (ډاکټر دوران فیضان) • د ملی سرود په اړه په هالنډ کې د سلام فرهنګي ټولنې غوښتنلیک • د ولسي جرګې د څوکیو ویش عدالت غواړی (ش، هوتک) انګلیسی مطالب: • The Ugly Side of War on Terror by Bruce G. Richardson • New governments take over in Norway • Foreign policy stay steady • Tortur? Ja, Takk (Norwegian) • او نور ډیر په زړه پورې مطالب www.dawatnet.com د دعوت د دې ګڼې د سریزې پر ځای لولو: د سرليکنې پر ځای د اخبار له منځ څخه  ملي سرود  ملي سرود د الفاظو يوه مجموعه وي، د كليمو يوه سلسله وي. د جملو يو تركيب وي او د نظم يوه ټوټه وي، خو دا بېله ځانګړنه نه ده، بلكې هر نظم او شعر خصوصيت لري. له دې كبله د ملي سرود سپېڅلى او د درناوي وړ مقام هغه الفاظ، كليمې، جملې او نظم ترلاسه كوي، چې د شكل له مخې يـې الفاظ ښكلي، شمېرلي او د الماسو او لالونو غوندې راڼه او توږلي وي او د مانا له لحاظه د يوه ملت ملي روح په كې خوندي شوى وي. د يوه ملت ملي وياړونه يـې ځلولي وي، د يوه ملت د پرون، نن او سبا د هندارې بڼه ولري او د يوه ملت د اوسېدونكو د پرمختګ او ترقۍ راتلونكې موخه په نښه كړي. همدا سبب دى چې ملتونه او ملي حكومتونه د ملي سرود د رامنځته كولو لپاره د خپل هېواد لوى، لوى شاعران مسابقې ته رابولي، ټول د خپل، خپل فكر له مخې شعرونه جوړوي. مسئول مقام ته يـې سپاري او بيا يو جګپوړى هياْت ورته ټاكي چې هم يـې له ادابي او فكري او هم يـې له ملي اړخه ارزيابي كوي او په نتيجه كې هغه شعري ټوټه د ملي سرود لوړ او سپېڅلى مقام ترلاسه كوي، چې د شكل او محتوى له نظره په تول برابره او د يوه ملت د خصلت او جوهر ښكارندويه او څرګندويه وي. د شكل له نظره په لنډيز او د مانا له نظره په وجيزتوب ولاړه وي. د ملي سرود بل شرط دا هم دى چې هغه به د اړوند هېواد په ملي او د اكثريت په ژبه ويل شوى او پېيل شوى وي او دا د ملي ژبې د يو شمېر نورو حقونو په څنـګ چې يو منل شوى او نړيوال حق دى. چې د امتياز او تفوق طلبۍ هېڅ تور نه پرې نښلي. د منل شوي ملي سرود بله مرحله هغه ته د يوه موزون او پاخه كمپوز جوړولو مرحله ده، چې دا هم يا د مسابقې له لارې او يا هم د موسيقۍ د يوه پاخه استاد په وسيله جوړېږي او په درېيمه مرحله كې د هغه د ويلو لپاره د خوږغږو هنرمندانو يوه ډله ټاكل كېږي، چې په خاص شور، ځوږ، احساساتو او پرتم يـې ووايي. ددې مرحلو ترسره كېدو وروسته ملي سرود په ملت او ټولنه كې خپل سپېڅلى او لوړ مقام ترلاسه كوي؛ د رسمي غونډو، مېلمستياوو او مجلسونو په پرانيستلو كې اورول كېږي؛ د عسكري قطعو، ښوونځيو، پوهنتونونو او نورو تعليمي او اساسي مركزونو درسي ورځې او محفلونه پرې پيلېږي. د ملي راډيو ټلوېزيون خپرونې پرې پيل او پايته رسېږي او په ټولو ملي او رسمي مراسمو كې يـې سپېڅلى غږ پورته كېږي او د داسې درناوي مقام ته رسېږي، چې له اميره تر فقيره، له ولسمشره تر مزدوره ټول مجبور او مكلف دي، چې د ملي سرود د غږېدلو پر وخت له ځايه ولاړ شي او احترام يـې وكړي. د ملي سرود نوم دا ټول خصوصيات او ځانګړنې لري او كه دا ملي روحيه په كې ساتل شوې نه وي، نو بيا نه د ملي سرود مقام ترلاسه كولاى شي او نه درناوي او احترام. ",د دعوت پرله پسې ۱۸۱ - ۱۸۲ ګڼه له چاپه راووته 1044,حقمل," تيره شپه ناپيږانده کسانو له يو موټر څخه په قندهار کې د هند په قنسلګرى د لاسي بم بريد کړۍ چې نښه يې خطا کړې ده . بم په قنسلګرى نه دى لګيدلى او پر بل ځاى کې نيښتۍ . مرګ او ژوبله يې نه ده رسولې اود قندهار پوليسو په دې اړوند پلټنې پيل کړى دي. ",يولاسي بم په قندهار کې دهند په قنسلګرى وارشوي. 1045,حقمل," افغان ولس مشرحامد کرزي د کابيني ديو شمير وزيرانو ، سلاکارانو او کارپوهانوپه ملتيا نن د يو پنځه ورځني سفر په موخه د سويس ، ډنمارک او لندن په موخه له کابل څخه روان شو . کرزي به دوه رځې په سويس کې پاتې شي او په هغه اقتصادي ناسته کې به برخه واخلې کومه چې سبا د نړۍ د سلو هېوادونو دمشرانو په ګډون په ژنيو کې جوړيږي . له سويس وروسته به د ډنمارک په لور روان شي او له هغه ځاى وروسته به د لندن د ناستې په موخه بريتانيا ته لاړ شي . ",کرزي نن د سويس او ډنمارک په لورخوځيد . 1046,حقمل," کابل - بګرامي : افغان ولس مشر حامد کرزي پرون دکابل په بګراميو کې د سيد جمالدين افغان د اسلامي تعليماتو د انستيتوت د ډبرې د کيښودو پر مهال په خپلوخبرو کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن او امريکا په هکله وويل :امريکا پوهيږي او کاريې ، چې جوړه ورسره کوي او که نه ؟ خو زه د يو افغان بچي په توګه هغه عدالت ته راغواړم او په اسلامي دستګاه کې به دريږي .کرزي هغو وژنو ، ورانکاريو ، ظلمونو او ويجاړيو ته ګوته ونيوله چې د القاعده له لورې په افغانستان کې د طالب واکمنۍ په دوران کې سرته رسيدلي دي.کرزي ويل له اسامه سره جوړه نه کوم د جوړې مجال نه شته . د يادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې اسامه له امريکاسره په دې شرط جوړ جاړي ته غاړه ايښې وه چې امريکا خپل ځواکونه له عراق ا وافغانستان څخه وباسي . د سيد جمالدين افغان د اسلامي تعليماتو انستيتوت په ٤٢٠٠ متر مربع ځمکه کې د ٨ ميليونو ډالرو په لګښت چې ٦ بلاکونه به ولري او په يو وخت کې به د ٢٠٠٠ زده کونکو ځاى ولري ، په ٩ مياشتو کې جوړ شي . لګښت يې متحده عربي امارات ورکوي. د ښار جوړولو وزير پشتون وويل په پام کې لري چې ډير ژر به د يو اسلامي پوهنتون ډبره هم کيږدي . ",کرزي : له اسامه سره جوړه نه کوم . 1047,حقمل," په هغه کتنه کې چې دپاکستان د لومړي وزير شوکت عزيز او د امريکا د ولس مشر بوش تر مينځ د سه شنبې په ورځ په واشنګټن کې وشوه ، بوش وويل چې غواړي د مارچ په مياشت کې له پاکستان او هند څخه ليدنه وکړي. ددغه ليدنې نيټه په ګوته نه شوه او دواړو مشرانو د هغه بريد په اړه څه ونه ويل چې دباجوړ په سيمه کې رامينځ ته شول او له کبله يې په پاکستان کې د امريکا ضد لاريونونه وشول او ددواړو هېوادونو ترمينځ حالت يو څه ترينګلي شو .شوکت عزيز په دغه رسمي سفر کې پس له ٦ ورځو انتظار وتوانيد چې له بوش سره وګوري . په کتنه کې بوش د دواړو هېوادونو ترمينځ اړيکې مهمې وبللې او شوکت عزيز بيا خبريالانو ته د واشنګټن او اسلام اباد ترمينځ د ترهګري په وړاندي د مبارزې د يوخيلوالې کولو خبره وکړه . ",بوش به له هند او پاکستان څخه ليدنه وکړي . 1048,حقمل," د نايجريا دولت ويلي چې دسه شنبې په ورځ يو ٣٠ کسيزي وسله والې ډلې د پرت هارکورت په سيمه کې د ايتاليايي نفتي شرکت په دفترونو بريد کړى دى چې په کې ٩ تنه پوليس او دوه تنه نور وژل شوي دي . په دغه وسله وال بريد کې يو بانک هم چور شوي دى او يوشمير کسان ټپيان شوي هم دي . ",په نايجريا کې په يو بريد کې ١١ تنه وژل شوي. 1049,حقمل," پس له لسو کلنو په فلسطين کې د ديموکراسۍ يو بل پرمختګ په پيل کېدو دى او نن به د فتح او حماس ډلې په پارلماني ټاکنو کې د يو پربل وړاندې سيالي وکړي او څه ناڅه يونيم ميليون د رايو ورکولو په شرايطو برابر فلسطينيان به د ١٣٢ غړيز پارلمان په ټاکنو کې برخه واخلي. ددغو ټاکنو له پاره پوره سياسي او امنيتي تيارۍ نيول شوي او په زرګونه امنيتي ځواکونه د زرو رايې اچولو په مرکزونوکې د ټينګ امنيت په موخه د تيارسۍ په حال کې دي. عباس فلسطينيانو ته بلنه ورکړې چې په ټاکنو کې برخه واخلي.د ټاکنو بهير د امريکا د پخواني ولسمشر جيمي کارتر ترمشرۍ د لسګونو نړيوالو څارونکو له خوا څارل کيږي . ",فتح او حماس په پارلماني ټاکنو کې سيالي کوي. 1050,هيواد خويشكى," هيواد خويشكى د د اطلاعاتو او كلتور وزارت د تصويري رسنيو د ارزوني د كمېسيون له خوا افغان خصوصي تلويزيون په دي پلمه ۱۰۰۰ امريكايي ډالره جريمه شوي چې د نوموړي كمسيون په وينا بربنډي او غير اخلاقي صحني يې پر پرده ښكاره شوي دي. په خبر كې ددغو بربنډو صحنو د څنګه والي او څومره والي نور تفصيل نشته او نه يي هم دقيق وخت په ګوته كړى،. خو خبر داهم زياته كړي چې نوموړي وزارت نورو رسنيو ته هم ګوتڅندنه كړي او ويلې يې دې چې له نااخلاقي صحنو او خپرونو له خپرولو په كلكه ډډه وشي. همدغه راز نوموړي وزارت تېر كال هم په كيبلي شبكو ددي لپاره بنديز لګولي و، چې ګوندي په دغو شبكو كې ځينو هغو چينلونو ته ځاى وركړل شوى چې بربنډي صحنې او خپرونې په کې راڅرګنديدي. د افغان ټې وې چلوونكيو تير ماښام د نوموړى تلويزيون پر پرده په خپل پيغام كې ويلي دي چې دغه پريكړه له نياو څخه لري ده،دا ځكه چې د دوى په غياب كې شوي ده. دوى په ښكاره د نوموړي وزارت تورونه په كلكه ردوي او د انصاف غوښتونكې دي. د بربنډو صحنو په تفصيل به مو خپل اطلاعات او فرهنګ وزارت خبر كړي خو اوس اوس ويل كېږي چې خبره بل وخت ورانه شوي وه او دا دى د كليوالو په وينا سر يي اوس را ووتو. ويل كېږي چې د افغان تلويزيون د يوي ژوندي خپرونى چلوونكې له رهين سره په ملي ترمينالوژۍ راپيچيدلي وو چې د خپرونې په ختم كې وزير رهين د خپرونې پر چلوونكي برګ شوى و. وزير رهين چې د طالبانو له رانسكورېدو وروسته په ټولو ادارو كې د اطلاعاتو او كلتور وزير پاتې شوى تېرو كلونو كې يي هم هغه د فارسيوانو خبره ډېرو ګلونو ته يې اوبه وركړي چې وروستى يي همدا د افغان تلويزيون جرمانه او كه لږ يي روښانه ووايو غچ اخيستل دي. بله لامل دا هم كېدي شي چې د نوموړي تلويزيون اداره به يي هم خوښه نه وي، هغه ځكه چې پخوا به پكې پښتو پروګرامونه زيات وو او بل دا چې ايراني اديتوران نه لري. او كه بيا هم وزير په خپله خبره ولاړ وي نو بيا ولي نور موجود تلويزيونونه نه جرمانه كوي چې بربنډي غربي سندري او په دي ورستيو كې د تاجكستان دسكو تيكونه ښيي او بيا د خپرونى چلوونكى يي په ډېر فخر وايي (به اميد ان روز كې افغانستاني هاى ما همچو جاهايى داشته باشيم). بله ګونګه خبره چې له خلكو سره ده هغه داده چې د رسينو د ارزوني كمېسيون د ندي څه دي؟ او په رسنيو كې څه ارزوي؟ او كه ريښتيا يي هم دنده ناافغاني، نااخلاقي او د افغانستان د اساسي قانون پر خلاف خپروني وي نو ولي ګڼې نورې تصويري او چاپي خپروني نه جرمانه كوي چي په تيرو دوو كلونو كې افغانان شاهدان دي. ټولو ته معلومه ده چې د هېواد لارښود قشر (ديني عالمانو) څو ځله د ځينو رسنيو د كړنو سر ټكولى او له حكومته او بيا په تيره بيا يي له وزير رهين نه د بنديدو او مجازاتو غوښته كړي ده چې نوموړي وزير د چا خبره غوږ هم نه دى پرې ګرولي. د لغمان د علماوو، د كندهار او ننګرهار د علماوو غونډي يي څرګندي بېلګي دي. په رسنيو كې دغه بي سري دي حد ته ورسېدي چې ګڼ ژورناليستان يي ښكار شول، په كابل كې د طلوع نادولتي تلويزيون ويانده، او يو بل ملګرى د بلخ په مزارشريف ښار كې په نامعلومه او بي له دې چې ګناه يې روښانه شي له مينځه لاړل، خو نوموړي كمېسيون يې نوم هم په خوله وانخيست او نه يې د مجرمينو له محاكمې لپاره غږونه پورته كړل. په داسې حال چې د رسنيو قانون په دويمه ماده لومړى بند په رڼو ټكيو كې د ژورنالستانو له حقوقو څخه ننګه او هغوى ته د وړ شرايط برابرول دي. د كابل ګڼې خپروني چې ګومان كېږي د بهرنيو موسسو او د بهرنيو هېوادونو له سفارته يي مالې ملاتړ كېږي ډېر ځله يې د هېواد اساسي قانون ته په سپكه كتلي، پردى پالى مقالي خپروي او د د ملي ترمينالوژۍ پر ځاي چې اساسي قانون يې كارولو امر كړي ايرانۍ ترمينالوژي كارول كېږي چې وزير رهين كمېسيون يي پري سترګې پټوي. د دانشګاه، دادګاه، استان، شهروند دانشكده.... وييونه هغه څه دي چې د نوموړي په فرهنګي پاچايي كې دود او د نوموړي له خوا يي ملاتړ هم كېږي. مانا دا چې نه يي ورته اخطاريه وركړي او نه يي هم كومه جرمانه ورباندي ايښي ده. په مزارشريف كې جنبشي مليشي ژورنالستان له كورونو تښتوي او د شبرغان تر شخصي زندانونو رسوي، په ننګرهار كې ژورنالستان برمته كېږي او له شكنجې وروسته په لرو سيمو كې بې سده موندل كېږې، په هرات شاعران په نامعلومه ډول په كور كې وژل كېږي، په كابل د د خپرونو مسوولين په دي تهديږي چې ولې پښتو مقالى خپروي او بيا دا چې امريكايي وسلوال مېلمانه مو فرهنګيان له جوماته بيايي، بيا يي كور به له اجازى ننوځي او بي احترامي يي كېږي. خو وزير رهين تسپي په لاس كله يوه خانقا او كله په بله خانقا ګرځي او ښايي دا فكر ورسره وي چي ملت ويده دي او په هيڅ هم ندي خبر. د بشر دوست وينا ده چې ننني وزيران د شاه محمود لټان دي، خو چي رهين او د هغه وزارت ګورو نو له شاه محمود له لټانو هم كم نه دي. او ولسمشر هم كېدي شي د وزير رهين په سوفيانه مزاج تير وتلي او يا هم د وزير رهين دم او چف ورباندي تاثير ښندلي وي. ښاغلى ولسمشر دې دې په ځان نه خوشاله کوي چې زه به ګنې سطان محمود يم او سيد مخدوم رهين به مې د لټانو له ډلې څخه يو لټ وي. ولا که خو يا ته د سلطان محمودځای  ته ورسېږي او يا ستا لټان. ", افغان تلويزيون، او د وزير رهين بي خبري 1051,حقمل," په يو خپور شوي رپوټ کې نړيوال بانک ويلي چې له افغانستان سره دې نړيوالې کيدونکي مرستې ددولت له لارې وويشل شي . افغان چارواکي وايې چې د تيرو نړيوالو مرستو يوازې ٢٢ فيصده د افغان دولت په واک کې ورکړل شوې ده .امريکا او جرمني خپلې مرستې په خپله لګوي ،خو بريتانيا او چاپان چمتوالۍ ښودلۍ چې ممکن ډيره مرستې د افغان دولت له لارې ولګوي. نړيوال بانک په دې باور دى چې له دې سره به مالي ثبات رامينځ ته شي او د افغانستان د بيارغاونې بهير به ګړندۍ شي . افغان چارواکي به دلندن په ناسته کې مرستندويه هېوادونه دې ته وهڅوي چې اقلآ ٥٠ فيصده مرستې ددولت له لارې په افغانستان کې ولګوي. ",نړيوالې مرستې دې دافغان دولت له لارې وويشل شي . 1052,حقمل," د برتيانيا ددفاع زارت په پام کې لري چې د مى او اپريل مياشتو په اږدو کې ٤٠٠٠ عسکر افغانستان ته واستوي. دغه عسکر به په هلمند کې د امريکايي سرتيرو ځاى ونيسي . له دې سره سم افغانستان ته د هالنډ د ١٤٠٠ ځواکونو د ليږد موضوع د دغه هېواد د اپوزيسيون د مخالفت له امله ځنډيدلې او کاناډا به هم د خپلو عسکرو شميره په افغانستان کې ٢٠٠٠ تنو ته ورسوي.امريکا غواړي د يو شمير عسکرو په ايستلو سره ځاى بريتاني عسکرو ته پريږدي. بريتانيا اوس مهال ٨٥٠ عسکر په افغانستان کې لري . ټاکل شوې د انګلستان پارلمان د پنجشنبې په ورځ په خپله ناسته کې پر دغه موضوع بحث او خبرې کړي. ",بريتانيا به ٤٠٠٠ عسکر افغانستان ته واستوي. 1053,حقمل," له پاکستان څخه په رارسيدلو خبرونو کر راغلي چې پښتون سياستوال خان عبدالولي خان د سختې ناروغۍ له کبله په بيهوشۍ کې پروت دى چې له امله يې د کرښې لرواوبرو پشتنو ډيرخفګان ښودلۍ او ورته د روغتيا دعا کوي. ويل کيږي چې پښتون خان او مشر د خپلې لور او زوم له خوا تر ټينګې درملنې لاندې دى . ",پښتون سياستوال خان عبدالولي خان سخت ناروغ دى 1054,," افغانستان د بريښنا له پلوه ډيرې ستونزې لري او د اوبو او بريښنا وزارت وزير او چارواکي نه دې توانيدلي چې په دې هکله اغيزمن کار ترسره کړي . ډيره هېوادوال هم د چارواکوپر ژمنو باور نه کوي او هرځلې په خپل ژمنو کې پاتې راغلي. داځلې بيا د ازبکستان هېواد په مزارشريف کې خپله بريښنا پر اوسيدونکو بنده کړې او ددغه ښار وګړي دسړو په دغه يخ موسم کې له زياتو ستزنزو سره مخامخ شوي دي. د بريښنا وزير اسمعيل خان ددغې ستونزې د اوارې او د بريښنا د بيې د ټيټوالي په موخه نن په کابل کې د ازبکستان له سفير سره په کتنه کې وغوښتل چې له ازبکستان څخه مزار ته دې د بريښنا بهير بيرته پيل کړي. ازبک چارواکي وايې چې افغانستان ورته د بريښنا لګښت نه ورکوي او د مزار د بريښنا له امله يې افغان دولت پوروړۍ دى. ",دمزارپه ښار ازبکستان بريښنا بنده کړې . 1055,حقمل," د هغه تړون له مخې چې نن په کابل کې د ښځو وزارت د وزيرې مسعوده جلال او د امريکا د پراختيايي ادارې د مشرې ميرمن ايليناترمينځ لاسليک شو، امريکا به د دوو کلونو په بهير کې د سيمينارونو د جوړولو ، د ښځو د پوهاوي او دمعلوماتو د زيرمې په موخه دوه نيم ميليون ډالر دغه وزارت ته ورکوي . تړون پر داسې مهال لاسليک شو چې د امريکا د کانګرس يو پلاوۍ حاضروو. ",امريکا٢ نيم ميليون ډالر د ښځو وزارت ته ورکوي. 1056,حقمل," د قندهار د سوداګرو ټولنې مشر حبيب وايى چې په بهر کې د افغاني وچو ميو بازارونه په رغيدو او غوړيدو دي. دى وايې سره له دې چې افغان سوادګر يو شمير ستونزې لري مګر هڅه کوي ترڅو په بهر کې د وچو او تازه ميو له پاره مناسب بازار پيداکړي .حبيب وايي په تيرو ٩ مياشتو کې يې هند او پاکستان ته د ٩٦٠٠ ټنوزردالو، توتو ، پسته وو ، نخودو او بادامو دليږلو له کبله ١٥ ميليون ډالر لاس ته راوړي. ده هيله څرګنده کړه چې په اروپا او امريکا کې به هم ورته بازارونه په راتلونکو کې پيدا کړي. ",په بهر کې د افغاني وچو ميو بازار په غوړيدو دى. 1057,حقمل," د ايران له پاره د بي بي سي د فارسي ويب پاڼه په ايران کې تړل شوې ا ومينه وال يې نه شي کولاى چې ترې نه ګټه واخلي . دبي بي سي د نړيوال سرويس مشر نايجل چپمن ويلي چې غواړي په دې هکله له ايراني چاراکو سره د بيا پرانيستلو په موخه اړيکي ونيسي. ويل کيږي دغه ويب پاڼې په مياشت کې څه ناڅه ٣ ميليون مراجعين درلودل. ",د بي بي سي فارسي ويبپاڼه په ايران کې تړل شوې. 1058,حقمل," د ايران د مرکزي بانک يو چارواکي محمد جعفر مجرد وايي دغه پريکړه يې په روم کې د يوې حقوقي دوسيې د غبرګون په وړاندې کړي او دنړيوالو بنديزونو د ممکنه لګولو له کبله نه ده شوې . دى وايي په دغه پريکړه کې نور اروپايي هېوادونه نه راځي دتير دسمبر په مياشت کې په روم کې د يوې محکمې له خوا د ايران سفارت يو اړوند بانکي حساب وتړل شو ترڅو په غزه کې دفلسطيني مبارزانو له خوا د ٣ تنو امريکايانو د وژل کيدو دوسيه وڅيړي. له دې نه وړاندې د سويس دوو بانکونو له ايران سره د بانکي راکړو ورکړو د حسابونو د تړلو خبر ورکړى وو. ",ايران له ايتاليا څخه خپلې شتمنۍ وايستلې. 1059,,"   نن دکابل په نظامي روزنیز مرکز KMTC کې جوړ شوي خبري کنفرانس ته ددفاع وزارت داوپراسیون ریاست مشر شیر محمد کریمي وویل چې دملي اردو شمیر دم گړۍ ٣٥ زرو تنو ته رسیدل او دروزنې لپاره منتظر ٤ زره نور سرتیري هم به زر دملي اردو له لیکو سره یرځای شي. نوموړي دکیدونکي لندن غونډې وغوښتل چې مرستندویه هیوادونه باید دملي اردو دپیاوړې کیدو لپاره خپلې مرستې ونه سپموي او په ډېرښت یې فکر وکړي. نوموړي وویل چې KMTC دامهال پوره وړتیا لري چې دملي اردو سرتیرو ته پخپله افغان ښوونکي روزنه ورکړياو دپخوا په پرتله په سلو کې ٨٠ وړتیا ملي دفاع وزارت ترلاسه کړې. ",دملي اردو شمیر ٣٥ زرو ته ورسیده. 1060,حقمل," په عراق کې دڅلور اړخيزې کميټې يو چارواکي ويلي چې د ٥ تنو ښځو په ګډون به سبا ته ٤٢٤ تنه عراقي بنديان له بند څخه ايله شي. دغې کميټې د سه شنبې په ورځ په خپله ناسته کې دغه کسان بې ګناه بللي . څلور اړخيزه کميټه د عراق د کورنيو چارو ، عدليې وزارتونو ،د عراق د بشري حقونو د کميټې او د امريکايې ځواکونو له استازو څخه جوړه شوې ده . ",٤٢٤ تنه عراقي بنديان به سبا له بند څخه ازاد شي. 1061,,"   دتاجکستان وتلې او ښکلې سندرغاړې منیژې دولت وا تیره ورځ مزارشریف کې دمزار اوسیدونکو ته په زړه پورې کنسرټ ورکړ. منیژې پخوا له مزاره په کابل کې یوازې یو کنسرټ ورکړ او پخپله یې لامل امنیتي ستونزه وبلله چې یې په کابل کې ونشو کړای دوهم کنسرټ ورکړې. دمنیژې له تاجکستانه خپل لومړی سفر وه چې افغانستان ته راغلې وه. دمنیژې دولت وا دکنسرټ دټکیټ بیه ٤٠ ډالره وه. ",تاجکې سندرغاړې مزار شریف کې کنسرت ورکړ. 1062,حقمل," د امريکا ولسمشر بوش له سوريې څخه وغوښتل چې زرترزره ټول سياسي بنديان خوشي کړي او په دمشق کې دې خپلواکۍ ځپلو ته د پاى ټکۍ کيږدي. د سپينې ماڼۍ په يوه خپره شوې وينا کې راغلي ، ولسمشر له دې څخه چې يو شمير سياسي بنديان په سوريه کې لا هم په بند کې دي ډير انديښمن دى او امريکا د سوريې له چارواکو څخه غواړي زر ټول سياسي بنديان خوشي کړي . په دغه وينا کې د کمال لبواني، حبيب صالح، نزار رستناوري او عارف دليله نومونه راغلي. ",امريکا: سوريه دې ټول سياسي بنديان خوشي کړي. 1063,,"   تیره شپه دکابل ښار په نوي ښار کې دښځو چارو وزارت مخ ته یو لاسي بم وغورځول شو چې بیا وچاوده او دسرک په سر یې کنده جوړه کړه او کوم زیان یې نه درلود. ",په کابل کې تیره شپه لاسي بم وچاوده. 1064,," د امريکايي فوځ سرچينو ويلي چې په عراق کې يې د ١٦٠ زرو عسکرو شميره ١٣٦ زرو تنو ته راکمه کړې ده او د مارچ تر لومړيو پورې به دغه شميره تر ١٣٠ زروپورې راټيټه کړي .سرچينې وايي په عراق ٢٠ زره بريتانوي او دنورو هېوادونو عسکر شته چې په خوا کې يې د عراق ٢٧٧ زره روزل شوي عسکر هم په دنده بوخت دي. ",امريکا د خپل فوځ شميره په عرآق کې کمه کړي. 1065,,"   دافریقايي هیوادونو دټولنې مشري چې په تیرو ورځو کې دسوډان په پلازمینه خرطوم کې پرې خبرې روانې وې دسوډان پرځای کانگو ته یوازې د ٢٠٠٦ کال لپاره سپارل شوې چې په ٢٠٠٧ کال کې به دا مشري سوډان  ته وسپارل. په سوډان غربي هیوادونو او دبشري حقونو دسازمانونو تور دی چې بشري حقونه یې پایمال کړي. ",دافریقايي هیوادونو دټولنې مشري سوډان ته ونه سپارل شوه. 1066,حقمل," نن هم د خوست پکتيا او دايکندي ګڼ شميراوسيدونکوپه افغانستان کې ترهګري بريدنه وغندل او له ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې څخه يې وغوښتل چې افغانستان ته دې د پاکستان له خاور ې د ترهګرو د راننوتو مخه ونيسي . لاريونوکونکو په قندهار کې د وروستيو ځانمرګو بريدونو د کورنيو سره غمرازي وښودله او له دولت څخه يې وغوښتل چې دې داډول ناوړه عملونود مخنيوي په وړاندې دې پريکړنده عمل وکړي. لاريون کونکو مړه دې وي القاعده ، طالبان ، ترهګران او پاکستان نارې وهلې. ",خوست ،پکتيا اودايکندي کې لاريونونه وشول . 1067,," پيښور- کابل : پاکستانې چارواکو په پيښور او اسلام اباد کې له طالبانو سره د تړاو په تور د دوو افغاني شرکتونوبانکي حسابونه د سپيشل او امريه فوډ په نومونوتړلې او امنيتى چارواکو ددغو شرکوتو په دفترونوبريد کړى، اوپلټلي يي دي.چارواکو ويلي چې دغو شرکتونو له طالبانو سره مرستې کولې اوداسې سندونه يې ترلاسه کړي دي چې طالبانو ته يې پيسې ورکړې دي.پاکستاني چارواکو ددغو شرکتونو چې په افغانستان، دوبۍ، ماليزيا، او اندونيزيا کې د خواراکي توکو ستر کاراوبار لري ١٥ بانکي حسابونه تړلي دي. دافغان چاراکو پر وينا په دغو حسابونو کې لږ تر لږه ٤ ميليونه ډالر شته . پاکستاني چارواکو ددغو شرکتونو يو پاکستانى کارکونکۍ د سکند په نوم نيولۍ دى. يو شميرپاکستاني ورځپاني له دې نه وړاندې تللي او وايي ملاعمر په دغو شرکتونو کې ونډه درلوده .افغان چارواکو په کابل کې ويلي چې ددغو شرکتونو خاوند حاجي عبد الباري په دوبۍ کې نيول شوى ، مګر د باري زوى دا ډول څرګندونې دروغ بولي او وايي چې ټول دفترونه يې کارکوي. ",د ٢ افغان شرکتونو حسابونه پاکستان کنګل کړي . 1068,,"   درویټرز خبري اژانس دعراق درمادي په ښار کې دعیني شاهدانو له خبرو کاږلي چې پدغه ښار کې دسني ډلو او امریکایي ځواکونو په نښته کې  تیره ورځ دعراقي سني تلویزیون کمره مین محمود  چې تصویر یې اخیسته دامریکایي ځواکونو په بمبارۍ کې وژل شوی. خبر یوې سني ډلې او دغه تلویزیون منلی او امریکایي ځواکونه په څېړنه بوخت دي.  ",په عراق کې دیوه عراقي تلویزیون کمره مین وژل شوی. 1069,حقمل," د البيان اماراتي ورځپاڼې په نننۍ گڼه کې د قطر له لوري د ايران د اتمي پروګرام د اواري د منځګړيتوب دهڅو خبر ورکړى او وايې قطر نيت لري د ايران او غرب ترمينځ نظرونه له يوبل سره نيږدې کړي . په ورځپاڼه کې راغلي ، د قطر امير چې ددغه هېواد دبهرنيو چارو وزير او مرستيال يې ملتيا کوي د چهارشنبې په ورځ بريتانيا ته خپل سفر پيل کړ ترڅو د ايران نظر د بريتانيا اوفرانسې مسئولينو ته ورسوي. قطر له ايران سره دښو سياسي او اقتصادي اړيکو په لرلو سره هڅه کوي له دغه کړکيچ څخه د وتو لاره پيدا کړي.ددوشنبې په ورځ د قطر د بهرنيو چارو وزير او مرستيال يې ايران ته سفر درلود او له احمدي نژاد او منوچهر متکي سره کتلي. ", قطردايران اونړيوالې ټولنې ترمينځ منځکړيتوب کوي 1070,,"   دپکتیکا ولایت دامنیت چارواکی سمونوال عبدالمالک دبینوا همکار ته ویلي چې ددغه ولایت دبرمل په ولسوالۍ کې تیره شپه دنامعلومو وسلوالو په یوه برید کې دوه امنیتي سرتیري وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي. دغه ولسوالۍ له پاکستان سره پر پوله پرته چې ځينې وختونه ترې دپیښو خبرونه ورکول کیږي. چارواکو دا کار دتل په څیر دهیواد ددښمنانو بللی. ",په پکتیکا کې دوه امنیتي سرتیري وژل شوي. 1071,,"   دخوست په ولایت کې دقومونو دملي پیوستون شورا غونډه وکړه چې ورته ددغه ولایت له ١٤ ولسوالیو استازي او قومي مشران دکوچیانو په گډون راغلي وه. ددې شورا مشر غازي نواز وویل چې دهغو ورانکارو په وړاندې به جنگ کوي څوک چې له دولت سرغړوي. نوموړي له دولته ددغه شورا ملاتړ اعلان کړ. دخوست والي معراج الدین پټان دغې غونډې ته وویل چې دخوست په ځینو ولسوالیو کې به ښارگوټي جوړکړي.  ",په خوست کې دقومونو دملي پیوستون شورا غونډه وکړه. 1072,," ", 1073,," ", 1074,حقمل," کابل : د نايجريا ٢٣ کلن اوسيدونکۍ چې پنځلس ورځې وړاندې دهيروئينو دقاچاق په تور د کابل په انصاف هوټل کې نيول شوى وو نن د کابل مرافعه محکمې له خوا په يوه علني ناسته کې په ٣ کاله تنفيذي بند ګرم وګړل شو .دغه بهرنۍ وګړۍ ١٥ ورځې وړاندې له پاکستان څخه کابل ته راغلۍوو چې د اوسيدو په ځاى کې يې ٨٥٠ ګرامه هيروئين امنيتي چارواکو پيدا کړي وو . تورن کس دمحکمې دغه پريکړه نه مني او د استيناف غوښتنه يې وکړه . دى وايې چې دغه هيروئين دده د انډيوال په جامو کې چې په پاکستان کې دى پوليسو پيداکړي او دې پرې هيڅ خبر نه دى. ",يو بهرنۍ وګړۍ په ٣ کاله تنفيذي بند محکوم شو. 1075,حقمل," شرنه : امنيتي چارواکو تيره شپه د پکتيکا په مرکز د شرنې په ښار د ٣ توغنديو دبريد خبره کړي او وايي چې مرګ او ژوبله نه لري . يو توغندىد ولايت ودانۍ ته نيږدې لګيدلۍ . توغندي د شرنې د ٢٠ کيلومترۍ څخه توغول شوي دي. ",٣ توغندي په شرنه توغول شوي دي. 1076,حقمل," هرات : د هرات امنيتي چارواکو د هوايي ډګر په ٢٠ کيلومترۍ کې د BM1 لس توغندي چې ددوى په وينا د يو بريد په موخه ځاى پر ځاى شوي وو نيولي او په دې سره يې دهېواد د دشمنان د يو بريد هڅه شنډه کړې ده . چارواکي وايي د پېښې په اړوند يې څوک نه دي نيولي ولي په دې برخه کې يې پلټنې پيل کړيدي. دغه توغندي تيره شپه تر لاسه شوي دي. ",دهرات په هوايي ډګر د يوراکټي بريد هڅه شنډه شوې. 1077,حقمل," اسعد اباد : د کنړ والي ددغه ولايت د ماڼوګي په ولسوالى کې د يو بمي چاودنې له کبله دائيتلافي ځواکونو د يو عسکر د ټپي کيدو خبره منلې او وايي چې دغه چاودنه د لرې څخه د ريموټ کنټرول له مخې شوې ده . په چاودنه کې چې د دريو بجو په شاو خوا کې رامينځ ته شوې د ځواکونو يو موټر هم ويجاړ او زيانمن شوى دى. والي وايي دا کار د طالبانو او دهېواد ددشمنانو دى . ",د ائيتلافي ځواکونو يوعسکر په کنړ کې ټپي شوى. 1078,حقمل," قندهار : د قندهار د ژيړې ولسوالى په اړوند سيمه کې نن د يو لړ فوځي عملياتو په ترځ کې دولتي ځواکونو دوه تنه شکمن مخالفين چې چاوديدونکي توکي يې له ځانو سره لرل نيولي دي. چارواکي وايي چې له نيول شويو کسانو څخه پوښتنې او ګرويږنې دوام لري ترڅو څرګنده شي چې د څه په خاطر يې دغه توکي له ځانو سره لرل . ",د چاوديدونکو توکو په تور٢ تنه شکمن نيول شوي. 1079,حقمل," پيښور : د پاکستان په پيښور کې د جلوزو پنډ غاړي افغان کډوال وايي چې پاکستاني چارواکوورته ويلي دي چې د راتلونکي کال د وري په مياشت کې له دغه پنډغاړي څخه ووزي. په دغه ستر پنډغاړي کې ګڼ شمير افغانان له ډيرو کلونو راهيسې ژوند کوي او ډيره يې دې ته تيار نه دي چې اوس مهال افغانستان ته ستانه شي . په پاکستان کې دملګرو ملتونو دکډوالو د چارو يو چارواکي بابر بلوڅ ويلي چې پاکستان په يوازې سر دې دا ډول پريکړې واک نه لري. د دريو لسيزو په بهير کې ګڼ شمير افغانان بهر ته محاجر شول چې لااوس هم ډيره يې په پاکستان او ايران کې ژوند کوي او ددغو هېوادونو د امنيتي چاراکو له ناسم چلند څخه سرټکوي.همداشان ايراني چارواکو هم په ايران کې افغان کډوالو ته ويلي چې پس له ٦ مياشتو دې ايران پريږدي او که نه قانوني چلند به ورسره وشي. ",پاکستان د جلوزو پنډغاړي افغان کډوال وباسي. 1080,حقمل," پيښور : د لرو او برو پښتنو ٨٩ کلن پښتون سياستوال او دنيشنل عوامي ګونډ مشر خان عبدالولي خان اود ارواښاد خان عبدالغفار خان زوى نن سهار دهغه ناروغۍ له کبله چې يو کال وړاندې ورته پېښه شوې وه په حق ورسيد چې په مړينه يې لر او بر ټول پښتانه غمجن شول او له دې نړۍ څخه په سترګو پټيدو يې ستره تشه پښتون ته پريښودله . د ارواښاد خان عبدالولي خان لور ګلالۍ ويلي چې د پلار جنازه به يې د خپل نيکه ارواښاد خان عبدالغفار خان قبر ته نيږدې په جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شي . ارواښاد خان عبدالغفار خان اتلس کاله وړاندي په حق رسيدلى دى.بينوا ته د ارواښاد يونيږدې خپل وويل چې خان به د پيښور په چارسده کې خاورو ته وسپارل شي.وروستي رپوټونه وايي چې د ارواښاد جنازه به سبا په چارسده کې خاورو ته وسپارل شي. نن دده جنازه دوروستي وداع له پاره د پيشور د په جناح پارک کې ايښودل شوې ده او په ډلو ډلو وګړي ورته ددعا او وداع په موخه دغه پارک ته راځي . افغان ولسمشر چې په دا مهال په سويس کې دى د خان پر مړينه خفګان ښودلى او دټلفون له لارې يې د ده له کورنۍ سره غمرازي ښودلې . همداشان د کرزي د دويم مرستيال استاد کريم خليلي ترمشرى لاندي د افغان حکومت يو لوړ پوړى پلاۍ پيښور ته رسيدلى تر څو د خان په جنازه کې ګدون وکړي. انا الله و انا اليه راجعون ",پښتون سياستوال نن سهارپه حق ورسيد . 1081,حقمل," د نيپال مائيست ياغيانو د نن سهار په لومړيو کې د پنالګاچ په ښارکې په يوامنيتي پوسته بريد وکړ چې د پوليسو پر وينا په دغه بريد کې ٣ تنه پوليس يو ملکي وګړى او ٤ تنه ياغيان وژل شوي دي. مائيست ياغيان د يو کمونيستي حکومت له پاره مبارزه کوي چې له ١٩٩٦ کال څخه تراوسه په دغه بريد ونو کې ١٢ زره نفره وژل شوي دي. ",په نيپال کې ٨ تنه وژل شوي دي. 1082,حقمل," کويټه : د يو خښ شوي بم د چاوديدو له کبله د پاکستان د بلوچستان په دره بوګتي کې نن ٦ تنه سپرلۍ وژل شوې او ٥ تنه نور ټپيان شوي دي.ددغه پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې . پېښه هغه وخت رامينځ ته شوه چې دسپرليو موټر له يو خښ شوي ماين سره ولګيد. ",په بلوچستان کې ٦ تنه مړه او ٥ تنه ټپيان شوي دي. 1083,,"   دایران چارواکو لندن څه موده وړاندې دایران داهواز په ښار کې دشوې چاودنې لامله چې ١٨ تنه پکې وژل شوي تورن کړ ایران وايي چې شواهد په لاس لري لندن پدې کار کې لاس درلود. خو لندن بیا دایران تورونه درواغ بللي. اهواز هغه سیمه ده عرب لږه کي پکې میشت دي.  ",تهران لندن داهواز په پیښو تورن کړ. 1084,,"   په کابل کې دامنیت لپاره دنړیوال مرستندویه ځواک یا ایساف له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددغو ځواکونو فرانسوي ډلې دکابل شمال ته دشکردرې په ولسوالۍ دمهماتو درې ډیپوگان ترلاسه کړي. نولس راکټه، شپږ دهاوان مرمۍ، یو دټانک ضد ماین او نور مهمات یې نیولي. فرانسې دایساف تر مشرۍ لاندې ٦٠٠ سرتیري  افغانستان ته  دامنیت دخوندي کولو لپاره رالیږلي. ",ایساف دکابل په شمال کې مهمات نیولي. 1085,حقمل," قندهار: دبيات بنياداو دافغان بيسيم مشر انجينير احسان الله بيات نن د قندهار د سپين بولد ک د ځانمرګي بريد د قربانيانو د کورنيو سره د يو ميليون نغدو پيسومرسته وکړه. ددغه شرکت او بنياد مشرانو او پلاوي سپين بولدک ته دتګ پر وخت د يوې ناستې پر مهال دخپلو هېوادوالو د مړينې او ټپي کيدو له امله دهغوى له کورنيو او خپلوانو سره غمرازي وښودله او دشهيدوانو روح ته يې دعا وکړله . ددغو مرستې ٨ لکه افغانۍ د شهيدانو او ٢ لکه افغانۍ د ټپي شويو کسانو کورنيو ته وويشل شوې. دسپين بولدک د ځانمرګي بريد له کبله ٢٧ تنه مړه او له ٢٠ څخه زيات ټپيان شول . افغانانو په خپلو لاريونونو سره ددغې خونړي بريد سخته غنده کړې ده اود قندهار والي په څرګنده سره د پاکستان لاس وهنې ته ګوته ونيوله . احسان الله بيات په تيرو کلونو کې افغان بيسيم او ارياناتلويزيون جوړکړي او د روغتيا ، پوهنې، په برخه کې يې ډيره مرستې کړې او دهغو بېوزلو افغانانو لاس نيوۍ کوي چې مرستې ته اړتيا لري . ",بيات يو ميليون افغانۍد قربانيانو کورنيو ته ورکړې 1086,حقمل," د اروپايي ټولنې استاې فرانسس ويندرل نن په ويانا کې وو يل په تير شپږو مياشتو کې امنيتي وضعه په افغانستان کې ډيره خرابه شوې او د ځانمرګو بريدونو شميره ډيره شوې ده.ده خبردارۍ ورکړ که چيرې نړيواله ټولنه اوس افغانستان په خپل حال پريږدي افغانستان به دالقاعده په اډه او دترهګرۍ په سرچينه تبديل شي. اروپايي ټولنه دکال يوميليارد ډالر د افغانستان دامنيت او بيارغاونې له پاره ورکوي. ",وندرل : په افغانستان کې امنيت خراب شوى دى. 1087,," د فرانسې د خبري رسنۍ په حواله ، اروپايي کميسيون د چهارشنبې په ورځ اعلان کړى چې د ٢٠ ميليونو يورو بشري مرستې يې په پاکستان او ايران کې افغان کډالو ته په پام کې نيولې. ٣ ميليونه افغان کډوال په پاکستان او يو ميليون افغان کډوال په ايران کې اوسيږي. ",افغان کډوالو ته د٢٠ ميليونويورو بشري مرسته . 1088,حقمل," په تيرو څوو رځو کې روسيه اوکراين او د اروپا يو شمير هېوادونه سختو سړو او يخنيو ځپلې چې له امله يې يو شمير وګړي مړه او ټپيان شويدي. په تيره يوه اونۍ کې يوازې ١٠٠ تنه په روسيه او ٦٠ تنه په اوکراين کې د سختو سړو له کبله مړه شوي .په چک کې د سړو درجه تر منفي ٣٠ پورې رسيدلې. په المان کې د چهارشنبې په ورځ ٨ تنه مړه شوي او په يونان کې د ٣٦ ساعته پرله پسې واورې د اورښت له کبله د ٤٠٠ ښارونو او کليو لارې بندې شوي دي. د پولنډ پوليسو په ٢٤ ساعتو کې د ٤ تنو د وژل کيدو خبر ورکړى اووايي چې لږ تر لږه ١٠٠٠ ښونځي تړل شوې . په ترکيه کې ٦ نفره مړه شوي او د رومانيا په پلازمينه بخارست کې ١٦ تنو د يخنيو او سړو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى. ",په اروپا کې د يخنۍ له امله مرګ او ژوبله 1089,," د سعودي عربستان پاچا عبد الله هند ته رسيدلى او ددغه هېواد له لومړى وزير من موهن سنګ سره يې د ترهګرى په وړاندې د مبارزې او دډيرې پانګې داچولو په هکله خبرې کړيدي. پاچا به نن دهند دخپلواکۍ د ملي ورځې د نمانځلو د ډير وياړل ميلمه وي .په تيرو ٥١ کلونو کې دا لومړۍ ځل دى چې د عربستان يو مشر هند ته سفرکوي . من موهن سنګ په خپله هوايي ډګر ته د هرکلي په موخه ورغلۍ وو او پاچا له هغې وړاندې وويل : فکرکوم په خپل دويم هېواد کې يم ، دهند او عربستان اړيکې تاريخي دي او موږ پخواني دوستان يو او په دغه سفر سره به دا اړيکې له سره نوې ا وتازه شي. ",د عربستان پاچا هند ته رسيدلى . 1090,حقمل," د فلسطين د پارلماني ټاکنو د لومړيو رايو پاڼو له شميرنې څخه څرګنده شوې چې د حماس ګوند غوڅ اکثريت رايې ګټلې دي . له دې سره سم لومړي وزير احمد قريع او کابيېنې يې استعفى ورکړه .قريع وويل دا دخلکو ټاکنې دي او بايد درناوۍ يې وشي، که پايلې سمې وي ولسمشر بايد له حماس څخه وغواړي چې نوى دولت جوړ کړي . دقانون له مخې عباس بايد د ګټونکي ګوند ( حماس ) څخه وغواړي راتلونکۍ دولت جوړ کړي . حماس ويلي نه غواړي په يوازې سر حکومت وکړي ،غواړي له فتح سره ائيتلاف وکړي. د فلسطين پارلماني ټاکني پرون پيل شوي او ٨٠ فيصده وګړو په کې ګډون کړي وو. د حماس ګوند مشر محمد زهار ويلي د ټاکنو له رسمي پايلو وروسته به خپله پريکړه اعلان کړي .ويل کيږي له ١٣٢ څوکيو څخه حماس ٧٥ څوکۍ لاس ته راوړې . حماس داسرائيلو شتون په رسميت نه پيږني. امريکا او اسرائيل حماس ته د يوې ترهګرې ډلې په سترګه ګوري .اسرائيل به نن په هم دې اړوند خپله بيړنۍ ناسته جوړه کړي. ", په فلسطين کې د حماس برۍ او دقريع استعفى . 1091,,"   دپښتون سیاستوال خان عبدالولي خان دجنازې مراسمو ته دافغانستان دملي شورا لس کسیزه پلاوی ځي او په جنازه کې به گډون کوي. برهان الدین رباني، قیوم کرزی،پروین مومند، محمد محقق، غرغښته کټوازۍ، حوا علم نورستانۍ او گڼ شمیر نور دولسي جرگې غړي به جنازې ته ورشي. ویل کیږي چې دخان جنازه به په چارسده کې خاورو ته وسپارل شي خان ٨٩ کاله دژوند سپرلي اړولي وه او دورپیښې شوې ناروغۍ له مله وفات شو. ",دعبدالولي خان جنازې ته دملي شورا پلاوی ځي. 1092,,"   نن دکلیو دپراختیا وزیر حنیف اتمر له لسو خصوصي شرکتونو سره دشلو ښوونځیو دجوړولو دپروژو سندونه لاسلیک کړل چې په وردک، بغلان، کابل، بامیان اونورو ولایتونو کې د ٣.٩ ملیونو امریکایي ډالرو په لگښت جوړ کړای شي چې مالي مرسته به ورته نړیوال بانک، دملگرو ملتونو پرمختیاي اداره او دامریکې متحد ایالات ورکوي. نوموړي دغه راز داهم وویل چې په دوو راتلونکو کلونو کې دوه زره نور ښوونځي هم جوړ کړي. اتمر داهم وویل چې ١٣٨٤ کال له پیله یې تر دامهاله ١٦٠ ملیونه ډالره له٢١٠ ډالرو څخه لگولي او پاتې برخه به یې هم په دوو میاشتو کې ولگول شي. ",دکلیو دپراختیا وزارت زره ښوونځي جوړوی. 1093,حقمل," په داسې مهال کې چې ولسمشر حامد کرزي په بهر کې د افغانانو له پاره دمرستې ټولولود ګډايۍ کچکول د سويس په نړيوال اقتصادي ناسته او همداشان ډنمارک او بريتانيا ته په سفر کې له ځان سره لري دلته په خپل پلرني هېواد کې يې په تيرو دو و رځوکې له لرې او نيږدو څخه ترخه خبرونه تر غوږو کيږي.د ارزګان دچارچينو او دلغمان د اليشنګ ولسوالۍ تر توغنديي بريد لاندې راغلي او دوه تنه افغان ساتونکي په پکتيکا په يو وسله وال بريد کې ټپيان شوي او څلور تنه بهرنيان په قندهار کې په دې تور امنيتي چارواکو نيولي چې قانوني اسناد يې نه درلودل.په قندهار ائيتلافي ځواکونو ته دتيلو دليږد يو ټانکر چاوديدلۍ او په يو بل ټانکر کې چاوديدونکي توکې پيداشوي چې په تورسره يې دوه تنه چلونکي جيل ته لاړل.په خوست کې هم په داسې مهال چې گڼ شمير وګړو دترهګرۍ په ضد لاريون کړى وو د يو پله دلاندې ماين وچاوديد او يو موټر په کې ډير زيانمن شو.په سپين بولدک ١٨٠٠ کيلو ګرامه چرس چې پاکستان ته ليږدول کيدل او په هرات کې دوه تنه له يوه اندازه نيشه يي توکو سره يو ځاى نيول شوي دي. او بيا هم په قندهار کې يو مخالف جنګيالۍ وژل شوى دى.په کابل کې هم يو ځوان د وسله وال غلو له خوا په حق ورسيد او پلار يې له ټپي کيدو وروسته د بيهوشۍ په حال کې روغتون ته وليږدول شو.او دوې افغان ميرمنې په غزني او بادغيس کې د تاوتريخوالي قرباني شوې. ",افغانستان د اونۍ په پاى کې . 1094,," ", 1095,وحيد سپين غر _ كابل,"  وحيد سپين غر _ كابل  پاكستان دخپل غير طبيعي جوړښت له مخي تل دخپلوګاونډيانولپاره ديوه ځورونكي خطر په توګه پاتي شوي اودناروالاسوهنودسياست په خپلولوسره يي دخپلو ګاونډيانو (هند - افغانستان ) په كورنيوچاروكي د لاسوهني سياست مخ په وړاندي بيولي اوددي سياست لړۍ لاداده تراوسه هم دوام لري . پاكستان دكشمير دكشالي په سر له هندوستان سره دري لويي جګړي ترسره كړي . دغه رازدډيورند دكرښي په سر پاكستان تل افغانستان ديوه دښمن هيوادپه توګه ګڼلي اودافغانستان دكمزوري كولوپه خاطر يي له هيڅ رازلاسوهنو ډډه نه ده كړي  دافغان جهاد په وخت كي پاكستان ته يوه طلايي موقع پيداشوه اودافغان جهاد په سمبالښت كي دغربي هيوادونو اوپه تيره بيا دامريكي له لوري پاكستان ته زيات اهميت وركړه شو،پاكستان له دي موقع نه په ګټي اخيستلوسره دمظلوموافغانانوپه وړاندي له داسي ظالمانه اودښمنانه سياست نه كارواخيست چي زموږ دهيوادنسلونه ،نسلونه به دپاكستاني واكمنودانارواوي هيري نه كړي . دجنرال ضيا دوخت دآي ،ايس ،آي داستخباراتومشر اختر عبدالرحمن ،خپلو استخباراتي جاسوسانوته دنده سپارلي وه ترڅودافغان مجاهدينوډلي دي ته تشويق كړي چي په دوامداره توګه دافغانستان لوي ښارونه اوپه تيره بيا دكابل ښار په پرله پسي توګه دراكټونواوتوغنديوتربريدونولاندي راولي  دپاكستان داستخباراتوديوه افسر ډګروال يوسف له خولي دخاموش مجاهد په كتاب كي ليكل شوي چي دآي ،ايس ،آي مشر جنرال اختر عبدالرحمن موږ ته دنده سپارلي وه چي كابل بايد دومره دتوغنديواوراكټونوپه ګوليووويشتل شي چي داور په لمبو واوړي  داهغه كارنامي دي چي دپاكستان واكمنودافغان جهادپه زمانه كي دافغاني مجاهدينو د بد نامولوپه خاطر دمجاهدينوپه وسيله دهغوي دهيواددورانولولپاره ترسره كړي اوددي نارواهڅوژوندي تاريخ همدااوس دافغانستان په ګوټ ګوټ كي دورانوپلونو، سړكونو ،ښوونځيو،،دلويوځنګلونودغوڅولوپه بڼه په څرګنده ښكاري . دمجاهدينودبري نه وروسته پاكستاني واكمنواواستخباراتي جنرالانودمجاهدينوسره د خواخوږي په نوم دافغانستان په كورنيوچاروكي دخپلولاس وهنولمن نوره هم پراخه كړه ،كله چي له سيمي نه غربي هيوادونه اوپه تيره بيا امريكا وكوچيدله اوافغانستان يي ګاونډيوملكونوته پريښود ،پاكستان زموږ دنوروګاونډيانوپه پرتله ځان ته داحق وركاوه چي دافغانستان په چاروكي دومره لويه لاس وهنه پيل كړي لكه دخپل هيوادديوي صوبي په چاروكي يي چي كوي . داخبره ټولوته روښانه ده چي دتنظيمونوترمنڅ دجګړواصلي لامل دګاونډيانولاس وهني وي په تيره بيا دپاكستان دواكمنوناوړي اوناروالاس وهني خو له هيچانه پټي نه دي  پاكستاني واكمنوترهغه وخته پوري دي جګړوته دوام وركړچي زموږهيواد په تيره بيا دكابل ښكلي ښاريي په كنډوالوواړاوه اومظلوم افغانان اودكابل ښاريان يي دخپل هيوادپريښودوته اړكړل .  دجهادي ډلودبي اتفاقيواوكمزوره كولوپه پايله كي يوه بل پاكستاني جنرال اودافغانانو ستر دښمن دهغه وخت دكورنيوچارووزير نصيرالله بابر پريوي بلي شرمونكي اوافغان دښمنه اجنداباندي كارپيل كړ چي پايله يي دطالبانوپه نوم دپاكستان ديوي نوكري اوغلامي ډلي رابرسيره كيدل و. جنرال بابر به هرچيرته په ډير افتخار داخبره كوله چي طالبان زما بچيان دي اوما دافغانانودژغورني لپاره راپيداكړي دي  دطالبانوډله چي دپاكستان دكويټي اوچمن دښار د آي ،ايس ،آي له غړونه جوړه شوي وه ،افغانستان يي په ملي اونړيواله كچه دبي شرمي اوبي عزتي په داسي موړودراوه چي له يوي خوايي افغانستان ته دپاكستان دپنځمي صوبي وياړ وروبخښه اوله بلي خوايي افغانستان دنړيوالوترهګروپه ځاله بدل كړ  چي وروسته په افغانستان كي دميشتو ترهګرودمشرانوله لوري دسپټمبر دخونړيوپيښونه بخښونكي تراژيدي رامنځته شوه چي په زرګوزنوبيګناه انسانانوپه كي خپل ژوند له لاسه وركړ  دسپټمبر دپيښونه وروسته نړيوالودامريكي دمتحده ايالاتوپه مشري دغچ اخيستني په اقداما تولاس پوري كړ اوپه افغانستان كي يې دطالبانوواكمني اودترهګروځالي له منځه يووړي اوافغانان يوځل بيا دخپل واك اواختيار څښتنان شول دپاكستاني واكمنانوله اسارت نه يي خلاصون وموند اوزموږ په هيوادكي دپاكستان رول ته دپاي ټكي كښيښودل شو دترهګرومشران اوطالب لوړپوړي چارواكي دنړيوال ايتلاف له ويري له افعانستان نه خپلي پښي سپكي كړي اوخپلواصلي ځالوته چي دپاكستان خاوره ده لاړل  له څه مودي سكوت نه وروسته يوځل بيا دپاكستان داستخباراتي شبكوپه لمسون ترهګر دافغانستان اودنړيوال ايتلاف په ضد نارواجګړي ته وهڅول شول چي داهڅي دادي اوس دځان مرګوبريدونوتركچي پوري رسيدلي دي  پاكستاني واكمن اواستخبارات دخپلودغوكرغيړنوهڅواوبريدونوپه لړ كي نړيوالوته داڅرګندول غواړي چي پاكستان ته بايد دافغانستان په پيښوكي دپخوا په څير داهميت وړبرخه وركړل شي  په دي وروستيوكي د پاكستان په مطبوعاتوكي داسي نښي راڅرګند ي شوي چي پاكستاني واكمن يوځل بيا دافغانستان په پيښوكي دخپلو څيرونوي تصويرونه ليدل غواړي  په پاكستاني مطبوعاتوكي په ډيره سپين سترګي داسي خبري اوڅرګندوني رابرسيره شوي چي ويل كيږي دامريكي پوځونه په افغانستان كي دجګړي نه ستړي شوي اوددي جګړي دپرمخ بيولوسره علاقه نه لري ځكه خوغواړي چي دارول دناټوپوځونوته ورپه غاړه كړي  پاكستاني مطبوعات اوواكمن داسي څرګندوي چي داستره اوخطرناكه دنده يواځي دسيمي هيوادونه اودافغانستان يوګاونډي اودافغانستان په پيښوكي بلد هيوادچي مقصد يي پاكستان دي په ښه توګه پر مخ بيولي سي ،دوي داوړاندوينه هم كوي اووايي چي نړيوالوته په كارده چي دادنده دپاكستان په اوږو واچوي ځكه چي پاكستان دافغانستان سره اوږده پوله ،كلتوري ،مذهبي اواقتصادي اړيكي لري اوپاكستان كولي شي چي دا دنده په ډيره ښه توګه ترسره كړي . اوس پوښتنه داپيداكيږي چي دپاكستاني واكمنواوپاكستاني مطبوعاتودغه خوبونه اوخيالي تصويرونه تركومه ځايه حقيقت لري  آيا افغانان ديته چمتودي چي دپاكستان په څير يوه هيوادته دي اجازه وركړي چي خپل پوځونه دي دافغانستان خاوري ته داخل كړي؟؟ پاكستان خوهغه هيواددي چي تل خپله هستۍ دافغانستان په نيستې اوبربادي كي ګورې دپاكستاني واكمنود نه بخښونكي دښمني تاريخ خودهيڅ افغان له حافظي نه پاك شوي نه دي . پاكستان اوس افغانانوته په هغه خونړي دښمن اوښتي دي چي هيڅ افغان ته خپل ضمير اووجدان دااجازه نه وركوي چي دپاكستان سره ددوستي خيال په ذهن كي وساتي  په افغانانوكي اوس دامقوله بيخي عامه شوي چي افغانان په يوه شي كي اختلاف نه لري چي هغه دپاكستان سره دښمني ده  پاكستاني واكمن دي يوځل دافغان ولس په وړاندي دخپلوجناياتوتاريخ ته نظر واچوي اوبيا دي دافغانستان په پيښوكي درول لوبولوخبره وكړي  تراوسه لادكندهار اوسپين بولدك دشهيدانوتويي شوي ويني نه دي وچي شوي  تراوسه لا دپاكستان دبربنډولاسوهنوپرضد په ټول هيوادكي د سترو مظاهرو او لاريونونولړۍ دوام لري اودپاكستان په وړاندي دافغانانوقهر اوغوسه په يوي خونړي دښمني باندي اوړي ،څنګه بيا پاكستان دافغانانودخير ،ښيګنۍ امن اوسلامتي غوښتونكي شو ؟؟ افغانان په يوه غږ له نړيوالونه داغواړي چي دپاكستان دلاسوهنومخه دي زموږ له هيواده ونيسي اوپاكستان ته دي داوخت نه وركوي چي يوځل بيا زموږ په هيوادكي دمعصومو او مظلوموافغانانوويني وبهوي .  ترڅوچي دافغان باتورقوم يوبچي هم ژوندي وي د پاكستان په څير تاريخي دښمن ته به داوخت ورنه كړي چي خپل ناولي قد م زموږ په سپيڅلي خاوره كښيږدي اويا د پاكستاني واكمنوداكرغيړن خوبونه زموږ په هيوادكي پلي شي . ",مكاردښمن اودجناياتواوږدتاريخ 1096,,"  په ډيري خواشنۍ خبرشولو چې د پښتون اولس زړه سوانده مشر ، د لر و برو پښتنو نامتو سياستوال ، د پښتون قام د وياړ شمله اود پښتنې مبارزې کورنۍ يو بل سر لارۍ خان عبدالولي خان له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې . انا الله انا اليه راجعون سلام فرهنګي ټولنه او پلويان يې دټولو پښتونو ورڼوخوېندو سره په دې ستر غم او ناورين کي ځان شريک ګڼي او د لوی او مهربان څښتن تعالی ( ج ) څخه د مرحوم بابا عبدالولي خان د سپيڅلي روح لپاره د فردوس جنت دعا کوي ، کورنۍ ، دوستانواو ټول پښتون ټبر ته د دې نازل شوي غم د زغم هيله کوي . لویۍ څښتن دي جنتونه ور په برخه کړي ، امين يا رب العالمين د سلام فرهنګي ټولني د مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب پوهنوال رسول باورينيدرلند، اسن ،٢٠٠٦\٠١\٢٦ ",د سلام فرهنګي ټولني له خوا دخواخوږۍ پيغام 1097,نيازمحمد مومند - هالنډ," دخواخوږۍ پيغام   په ډېره خواشيني سره خبر شوم چې د هند دنيمې وچې د آزادۍ د لارې تکړه سرتيری ، د ولسونو دخپلواکۍ ،  برابرۍ، دموکراسۍ او ترقۍ د لارې وتلې مبارز ، د پښتنو پياوړی سياستوال او د عوامي نيشنل پارټۍ غښتلی لارښودخان عبدلولي خان د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټې کړې او  لويه تشه يې منځ ته راوړه. زه په داسې حال کې چې په دې  ويرجنو شېبو کې د ارواښاد خان بابا روح ته دعا کوم ، د هغوی د درنې او مبارزې کورنۍ او ټولو سياسي او نظرياتي ملګرو او دوستانو سره يې په دې ستر ملي غم کې ځان شريک بولم.   د خان بابا روح دې ښاد وی.   نياز مومند – هالنډ ٢٠٠٦-٠١-٢٦ ",دخان بابا روح دي ښاد وي ( د ښاغلي نيازمومند پيغام) 1098,کبير ستوری,"    په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتون ملت منلی لارښود او ستر رهبر خان بابا خان عبدالولی خان لدی فانې نړۍ څخه رخصت واخیست.  پدی باور لرو چې د خدای بښلې خان بابا نه ستړی کیدونکی خدمت او مبارزه  چې د پښتو او پښتونولی په برخه کې ئی کړی ده  د تل لپاره د پښتون قام په تاریخ کې په زرینو ټکو لیکل شوی وی. مونږ د خدای بښلی خان بابا روح ته دوعا کوو د هغه درنې کورنۍ اوټولو نظریاتی ملګرو سره ئی پدغه غم کې شریک یو.                    روح دی ښاد وی.   ډاکتر کبیر ستوری                           Dr. Kabir Stori د پښتون سوشل دیموکراتیک ګوند مشر                             Presiden   ",د پښتون سوشل ډیموکرات ګوند د خوا خوږۍ پيغام 1099,احمد شاه شيراني-كابل افغانستان," احمد شاه شيراني-كابل افغانستان   زه خو دلته د نورو معززو پښتنو كار پوهانو غوند خپلي ليكني ته وسعت نشم وركولاي، د وخت او د ځينو نورو تخنيكي ستونزو له كبله. خو دا وايم چې په دي حكومتي چارواكي هم پوهيږي او حتي هغه ځني پښتانه چارواكي چي پر حكومتي چوكيو ناست دي  دا ستونزٍٍي ئي ليدلي وينيي او ور پيښي دي.   لكه څنګه چې د افغانستان اساسي قانون، او د نړي نورو نړيوالو قانونو او همدا ډول د ماشومانو نړيوال قانون دا په ډاګه كړي ده چې د نړي په هرګوډ كي زدكړه بايد پخپله مورنۍ ژبه كي وشي. او هيڅوك بايد له هيچا دا حق وانخلي، دا ځكه چې زدكړه په مورنۍ ژبه كي يواځي كورنۍ ته، يا وړي ټولني ته يا يو ملك ته ګټور نه تماميږي بلكي ټولي نړي ته په كټه تماميږي. كه زدكړي په مورنۍ ژبه وشي د دي دا مطلب دي چې يوه كورنۍ يو ښه پوره سالم فرد نړي ته وړاندي كوي- له بلي خوا هغه ټولنه چې دا حق ورڅخه اخستل شوي يا واخستل شي هغه په نړي كي يو نه پوره او نه سالمه ټولنه شميرل كيږي. نو زما دلته د افغانستان له حكومتي چارواكو او په خاص توګه د ښوني او روزني له وزارت څخه غوښتنه دا ده چې دا ډير په اسانه د حل كيدو غټ مشكل حل كړي او دا خلګ له كړاوه را وباسي. او پښتانه نور د نړي له نا سليمي ډلګي څخه حساب نه شي. او پښتانه پخپله بايد نور د بي هوښي له خوبه را ويښ شي، او هغه خوب پريږدي چې دويي د هر هژدهار په خوله كي ور اچولي دي، سره له ټولو ښيګڼو بيا هم د دوي د خوبونو په وجه د دوي په لمن باندي تر ټولو تور او بد داغونه لګيدلي دي. او لږ تر لږه خپل مشرع او ټولي نړي وربخښلي حقونه تر لاسه كړي او يا يي وغواړي. راتلونكي نسل په لوي لاس ...........ور ټيل نه وهي.   بيلګه زه په ۱۳۸۲ كي له پيښور څخه كابل ته را ستون شوم او دلته ما يو پوره كال خپل اولادونه، د ښونځي په ځاي د فارسي ژبي كورس ته ليږل. او همدا ډول د دوي يو كال ضايع شو.   زما سوال د افغانستان له حكومته، د ښوني له وزارت او د زدكړي د نړيوال نورم د صاحبانو څخه دا دي چې ايا زما د بچانو حق ضايع نه شو؟ كه شو ولي وشو او ولي كيږي؟ او تر كمي به كيږي؟ د يوازي زما اوآز نه دي د دهر پښتانه اوآز دي خير دي كه تاس د هغه ليكل په سترګو ونه ګوري او و يي نه لولي، خير كه تاسو د هغه چيغي په غوږو وانوري. دلته خو هرڅوك لوستي نه دي كه دي له انټرنيټ څخه خبر نه دي چي بينوا (ويب پاڼه)  و ګوري ويي لولي او بيا د خپل زړه اوآز  ور وليږي. كه په انټرنيټ خبر دي بيا هغوي د دي توان نه لري چې انټرنيټ ته كښني .   ",زده کړه په مورنۍ ژبه 1100,ننداره," پښتون سياست وال عبدالولي خان به نن دده په پلرني کلي ولي باغ چارسده کې خاورو ته وسپارل شي -دده جسد له پرونه راهيسې په کننګم پارک پېښور کې دخلکو دعامې ليدنې په موخه اېښودل شوى دى له پېښوره دنندارې راپور: پښتون سياست وال عبدالولي خان به نن دده په پلرني کلي ولي باغ چارسده کې خاورو ته وسپارل شي -دده جسد له پرونه راهيسې په کننګم پارک پېښور کې دخلکو دعامې ليدنې په موخه اېښودل شوى دى -په زرګونو خلکو چې سياست وال او چارواکي هم پکې شامل دي تر اوسه دده ديدن کړى دى- نن ماسپخين درې بجې به دده د جنازې مونځ په نوموړي پارک کې اداکولى شي چې دافغانستان يو پلاوى به هم پکې گډون وکړي - عبدالولي خانپه ١٩١٧ کال کې زېږېدلى و او د ٨٩ کالو په عمر کې پرون پېښور کې په حق ورسېدو - نوموړي ٢ ځامن او ٣ لوڼې ترشا پرېښودلي دي - ",عبدالولي خان نن خاورو ته سپارل کيږي 1101,," تيره شپه د لغمان ولايت په حيدر ولسوالۍ کې يوۀ ښوونځي ته اورورته شو. په دې اورلګيدنې کې د ښوونځي يوه برخه زيانمنه شوې ده. د لغمان ولايت چارواکو ويلي چې د دغې ناوړه پيښې عاملين لا تر اوسه نه دي مالوم او پوليس يې د پيژندلو او نيولو په هڅه کې دي. ",په لغمان ولايت کې يو ښوونځی وسوځل شو. 1102,," افغان ولسمشر حامد کرزی په پام کې لري چې د افغانستان په کابينې کې يو لړ مثبت بدلونونه رامنځته کړي.  په پارلماني چارو کې د دولت وزير او د چارو د ادارې رئيس ښاغلي فاروق وردک خبر ورکړ چې ولسمشر کرزی هوډمن دی خپله راتلونکې کابينه د ده پر پخوانيو ژمنو برابر د ولس خدمت ته وګوماري.   د افغانستان کابينه به د لندن له کنفرانس وروسته د اعتماد د رايې لاسته راوړنې لپاره ملي شورا ته وړاندې شي. ",د افغانستان په کابينې کې به بدلونونه رامنځته شي. 1103,," په فلسطين کې د الاقصا ډلې له محمود عباس څخه غوښتې دي چې د فلسطيني حکومت مشري دې پريږدي.   په فلسطين کې د پارلماني ټاکنو پايلې بيلابيل غبرګونونه راپارولي ځکه هسې چې فکر کيده د فتحې غورځنګ ونشوه کړای له حماس تندلارې ډلې څخه ميدان وګټي. د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر جورج ډبليو بوش د الاقصا ډلې ددې غوښتنې په اړه پر محمود عباس غږ کړی چې خپله څوکۍ دې نه پريږدي ځکه دی له حماس ډلې سره معاملې ته نه دی چمتو. له بلې خوا د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم د اقتصادي ټولنې په نړيوال کنفرانس کې ويلي چې د فلسطينيانو رايې ته بايد درناوی وشي. د نړيوالو د بيلابيلو غبرګونونو په اړوند د حماس ډلې مشر محمد عبدالظاهر ويلي چې دی په دې هکله له هر هيواد سره خبرو ته چمتو دی. ",کرزي د فلسطين د ټاکنو له پايلو څخه ملاتړ وکړ. 1104,," د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر جورج ډبليو بوش د ايران د اټومي لانجې په اړه د روسيې طرحه ستايلې ده. ولسمشر بوش ويلي چې دا کار به هغه مهال د منلو وړ وي چې د ايران د اړتيا وړ انرژيتيکي توکي په روسيې کې له بډاينې وروسته د نړيوالو څارونکو تر نظر لاندې هغۀ هيواد ته وليږدول شي.  داسې ښکاري چې د ايران دوه ستر نړيوال ملګري چين او روسيه هڅه کوي ترڅو د دې هيواد اټومي لانجه امنيت شورا ته له وړاندې کولو دمخه په سوله ييزه توګه د ايران په ګټې هواره کړي.  روسيې داسې طرحه وړاندې کړې چې د هغۀ پر بنسټ به ايران وکړای شي اټومي انرژي ترلاسه کړي خو په دې شرط چې د يورانيمو د بډاينې چارې يې د روسيې په خاوره کې ترسره شي. له بلې خوا د چين د بهرنيو چارو وزير هم ويلي چې د روسيې دا طرحه به د ايران او نړيوالو ترمنځ د لانجې په اوارولو کې پريکنده رول ولوبوي. ",ولسمشر بوش د روسيې له وړانديز څخه ملاتړ کړی. 1105,," له کندهار ولايت څخه د ولسي جرګې استازې شيکبا هاشمي د افغان ليکوال او شاعر سيد احمد قانع خوشې کيدل غوښتي دي.  په هيواد کې ميشت امريکايي ځواکونو په دې اړه له څه ويلو ډډه کړې او افغان چارواکو هم ويلي چې دوی نه پوهيږي د نوموړي فرهنګپال د نيولو لامل به څه وي؟  د کندهار ښار د کتاب پلورونکو د اتحاديې مشر او ځوان ليکوال سيد احمد قانع د تير لوی اختر په لومړۍ ورځ د لمانځه د ادا کولو پر مهال د کندهار ښار په جامع جومات کې د امريکايي پوځيانو لخوا له نيولو وروسته نامالوم ځای ته وليږدول شو او تر اوسه يې برخليک نامالومه دی. ", شکيبا هاشمي د سيد احمد قانع خوشې کيدل غوښتي 1106,تازه خان ويال," دخان عبدالوليخان دمړيني له کبله د همدردۍ او تسليت پيغام د سيمې دلوی مبارز شخصيت، د پښتنو د يووالي او واکمنۍ د تيارې اوږدې پيچلی لارې د نه ستړيکېدونکي لاروي ،دستر پښتانه لارښود  وليخان بابا، دخپلو نيمګړو ارمانونوسره دارالبقا ته د رحلت له امله ،دنږدې پنخوسو مليونو پښتنواونوروټولووطنپالواو وحدت طلبوافغانانوپه هر نغري او ددې لويې تاريخي کورنۍ په پراخ انګړکې ستر ماتم او ملي وير دی٠ موږ په داسی حال کې چې د هغه مرحوم بابا سپېڅلي پښتانه روح ته د ښکليو جنتونو دحصول دوعا کوو دهغه مرحوم د شخصي درنې کورنۍ هر قدرمن غړي او دلويې ، تاريخي افغان کورنۍ  په دې ستر غم  هر غمجن تن  ته  تسليت او د زغم توفيق غواړو٠  د ولي خان بابا خوږ  او مهربان  روح دې تل تر تله  خوښ او جنتي وي٠   تازه خان  ويال  - لندن ۲۷ – ۱- ۲۰۰۶ ",د ولي خان بابا خوږ او مهربان روح دي خوښ او جنتي وي 1107,هميم جلالزى،کابل," له ښاره خلک شړي جنګ په نــوم دســـولې راوړي دځان دژوند لپاره مــرګ زمــوږ تر غــــولي راوړي   دتورو مخته چـــې ورځـــــو نو سر پــــــه کار وي زما چې راستنېږو  افــــــــرين زمــا هــــــــمزولي راوړي   شنکى اسمان شينـدي ګلپاڼــــــــې پر بډاى دکلي يرغل دکاڼو زمـــــــــــا بې وســـــه پروچولي راوړي   موږ داسې شپې يرغمل کــــــــړي يو رڼا به نه شي که مو څوک کـــورته له دنيا نه ډيوې ټولې راوړي ",ګلپاڼې 1108,پروفيسرعبدالخالق رشيد,"                                    دخوشال فرهنګي ټولنې دخواخوږۍ پيغام كابل :  د ۲۰۰۶ كال دجنوري  ۲۵   په خواشينې سره مو خبر ترلاسه كړ چې دپښتنواو دهند دنيمې وچې نوميالي مشراوسياستوال خان عبدالولي خان هم له نړۍ څخه سترګې پټې كړې . اناالله وانا اليه راجعون .  خان عبدالولي خان دپښتنودغورځنګ له هغو مشرانو څخه و چې دپښتنواو دهند دنيمې وچې په سياسي تاريخ او ملي مبارزه كې يې دپاملرنې وړ برخه له پښتنواوهندوستانيانو څخه پټه نه ده.  دغه نوميالي پښتون سياستمدار د انګريزې ښكيلاك په وړاندې له خپل پلار خان عبدالغفار خان سره دپښتنواودنيمې وچې دخپلواكۍ غوښتنې داعيه او  مبارزه په هغه مهال چې لاځوان وپه خورا متانت سره  لارښوونه كړه . ولي خان تراوسه پورې په ټول هند كې له پاچا خانه وروسته ديوه منلي لارښود اومشرپه توګه ددغه پراخ هيواد په ملي اومترقي كړيوكې خپل اوچت سياسي  مقام لري  اودى يې دهغې مبارزې چې هندي ولس په هغې كې دخپلو مشرانو په تيروتنو اعتراف وكړ اوويې ويل چې : (( له  سرحدي ګاندي (پاچاخانه) پرته نورو ټولو مشرانودلوى هند دتجزيي خبره له انګريزانو سره ومنله ... )) له رښتينو مشرانو څخه شميرلى دى .  دهند دآزادى پرمهال په رښتياهم پاچا خان اودهغه ځوان سياست وال زوى ولي خان دتجزيي په وړاندي دمقاومت په ډګركې ودريدل ، ان تردې چې ګاندي اونهرو ته يې وويل چې : (( موږ خوله تاسوسره  تعهد دهندله نيمې وچې څخه دانګريزانو دوتلو اوددغې سيمې دخپلواكې له پاره كړى و...)) خو هغوى په هغه مهال ددغې پوښتنې په وړاندي ځانونه غلي ونيول او له تجزيې څخه وروسته د درنو تاوانو اووژنو له وركولو وروسته مهاتما ګاندي دده دلويي په وړاندې دا اعتراف وكړ چې پاچا خان رښتياويلي وو ( زه بايد په دې اعتراف وكړم چې زموږ ددغې نه تلافي كيدونكې تيروتنې له امله زما له عمره  ۲۵ كاله كم شول ... )) . ارواښاد ولي خان په همد غه پيچلي سياسي بهيركې ديوه ځيرك اووتلي پښتون سياست وال په توګه ددغه بهيراو سياست په لاره كې ګام اوچت كړ، دهغه په سياسي په افكارو باندې اوس هم  دهند په پوهنتونو اوعلمي موسسوكې تيزسونو ليكل كيږي اوهغه ديوه ملي اوپښتانه سياست پوه په څيردنړۍ دنوي سياست په تاريخ كې د نوي سياسې مفكراوتيورسن په توګه دلويديزاوختيزدسيالۍ دسياست په دوران كې دنوي سياسي تګلارې  د رامنځ ته كوونكي او پيروپه توګه پيژني . دده سياسي افكارو تراوسه پورې دهند په نيمه وچه كې دپښتنې سياست هغه تاريخي لړۍ څارلي كومه چې دجنوبي آسيا په تاريخ كې له اوږدې مودې راپه دېخوا ددغه خپلواك قام د ژوندي اوخپلواك ملي ميراث په توګه پاتې ده .  دولي خان لويي دده په سياسي ژوند كې  په دې كې وه چې ده دپښتنو دملي سياست خپلواكه تګلاره تراوسه پورې په  خپلې سياسي تجربې اوپوهې سره دهرډول افراط دشرپه زړه كې  په ملي اوپښتني روحيې سره  ژوندۍ وساتله.هغه چې دم ګړۍ يې پردي پالي واكمن درنښت په پرديو باندې سپكوي . خوشال فرهنګي ټولنه اودهغې اړوند ليكوال او فرهنګيان دخوشال په كاله كې  د(دستار) ددغه نوميالي مشر مړينه دلراوبر( پښتونخوا اوافغانستان)  له پاره لويه بايله ګڼې . ددغې ټولنې لارښوده شورا دپښتونخوا ، افغانستان ، هند ،دولي خان كورنې ، دهغه درنې ميرمنې او دآزادۍ دسنګر ملګروته دده دمړينې له امله خپله خواشينې څرګندوي او له دوى سره د خواخوږي په ترڅ كې دخپل تاريخ دغه  نوميالي مشرته له پاكه خدايه دتلپاتې جنتونوهيله كوي  . دخوشال فرهنګي ټولنې لارښوده شورا   رالېږونکی : ع رشيد ",دنوميالي مشر خان عبدالولي خان دمړينې له امله 1109,دولت وزيري - انګلستان," دولت  وزيري - بريتانيا -جنوري -٢٠٠٦ تل مې دا هيله کړې چې افغان اولس د احساساتو، کرکي او دښمنۍ پر ځای د هوښيارۍ،زغم او اخوت لاره خپله کړي٠ ملي ګټي وړاندي او شخصي ګټي وروسته وبولي او په ټاکلي،منطقې تناسب کې د هغوي د لاسته راوړلو د پاره کار وکړي٠ دا هر افغان ته څرګنده شوې چې افغانستان  په  تيرو دري لسيزو کې د ستري ملي غميزي سره مخامخ شو او د افغان دنړيدلي کور دابادۍ او سمسورتيا هيله په ملي ناورين واوښته٠ دلته به ضرور ګرم نا ګرم وي او بهرني تور لاسونه به د افغانانو تر ستونې پوري رسيدلي وي٠ زما په اند په داسي حساسو شيبو کې د هيوادوالو تر مينځ د تاوتريخوالي،کرکي او کړکيچ کمول د هر وطنپال افغان په لمړۍ درجه هيوادنيو دندوکې راځي او د روغي جوړي د تامين منطق او اړتيا له همدي ټکي پيل کيږي٠ د روغي جوړي په شرايطو کې ډيري ستري تيروتني،ان دا چې دهيواد په کچه تيروتني بخښل کيږي او د ټولني د غړو د اطمينان دپاره د سکون او ارامۍ چاپيريال تياريږي٠ زه چې کله د نړۍ پيژندل شوي راديوګانو،ورځپاڼو،جريدو او ويبپاڼو ته پاملرنه وکړم،څرګنديږي چې د افغان په حال د هر زړه خوږي  انسان هيله داده چې د افغانانو په وطن کې دې سوله او ارامي راشي او هغوي ته زمينه برابره شي چې ښيرازه او مدنې ټولنه جوړه کړي٠ يوازي د ګوتو په شمار داسي انسانان او کړۍ شته چې هغوي په افغانانو کې د انتقام اخستنې اور ته لمن وهي، خپل زړونه سړوي او زموږ د غم ځپلو هيوادوالو بنياد وباسي٠ د افغانستان دسولي، بيا جوړونې او د دموکراسۍ د تامين د بهير په اوسنېو شرايطو کې زما نظر دادی :  افغانان يو بل ته تېر شي او د ملي فکتور په توګه  د خپل مينځه هيوادنۍ داسي ځواک راوباسي چې د هغي اوسنۍ نشتوالي افغانې ټولنه دتعادل د سياسې محور څخه ايستلی او ورته زياته اړتيا ده٠ د دې په څنګ کې د هيواد خلک او په تيره روښانفکران ښايې هغو تورو لاسونو ته پاملرنه وکړي چې د تاريخ په اوږدوکې د دوستۍ او معنوي سپيڅلتيا په بڼو په پوره مهارت او کله په غټه سپين سترګۍ را څرګند شوي او په حقيقت کې د افغانستان دخلکو د ملي غميزو د پيل او د هغه د بی رحمه ادامي اصلي عاملين دي٠ د هيوادنۍ دا ډول موخو د لاسته راوړو اود هغو په ګرد چاپير د لازمو تاکتيکي اقداماتو د کولو د پاره غوره لار هماغه روغه جوړه ده٠ په دې وروستيو ورځو کې اورم چې په اروپا او د هيواد په دننه کې د افغان يو شمير روښانفکرانو څخه يو لړ پوښتني او ګروېږني پيل شوي٠ که دا اقدام د هيواد د ملي غميزي د کورنيو او بهرنيو عاملينو د بې پري راکش کولو او عدالت ته د ټيل وهلو په مانا وي،ښايې زما او د زياتو نورو روښانفکرانو په اند ډير نيمګړی او د شک وړ وي٠  دلته بايد په يوه رښتيا اعتراف وکړو چې د افغانستان اوږدي کورنۍ جګړي خپل بهرني او نننې عوامل درلودل او د دغي لوي رسوايۍ لوبغاړي تر اوسه د لوبې په ډګر کې ولاړ دي او هر اګاه افغان هغوي درک کولی شي٠ دا به د انصاف نه لري وي چې په افغانې شخړه کې دې  د شخړي يو پلو قاضي شي او د شخړي بل پلو دی عدالت ته راکش کړي٠يوازي ملي او نړيوال بې پري قضايې هييت کولۍ شي د افغانستان د اوږدي جګړي مسولين په ګوته او د عدالت منګولو ته وسپاري٠ له دې کبله يو ځلي بيا وړانديز کوم چې افغانان بايد په پوره هوښيارۍ په خپلو کې يو موټی شي،بهرنۍ لاسوهنه چې د افغانانو د ملي غميزي د رامينځته کيدو او اوږديدو اصلي عامل دی په زړورتيا او متانت ودروي او د روغي جوړي اړتيا دې تامين کړي٠   ", د روغي جوړي اړتيا! 1110,صالحزاده - نوکيا فنلنډ," دلوی او بخښونکي خدای په نامه",دفنلنډ دنوکيا دښار څخه د صالحزاده د خواخوږۍ پيغام 1111,," وسله والو کسانو تيره شپه دهلمندپه ريګستان ولسوالى بريد کړى دى ، چې ددولتي چارواکو په وينا په کې ٧ تنه بريد کونکي ددغه ولسوالى د ساتونکو له خوا وژل شويدي . چاراکو منلې چې په بريد کې پنځه تنه دولتي پوليس ټپيان شوي دي . د طالب اورپکو وياند قاري يوسف دغه بريد منلۍ او وايي چې يو طالب په کې مړ او ٢ تنه ژوبل شوي دي. همداشان دګرشک په ولسوالى کې د يو ماين دچاوديدو له کبله دلارې دوه تنه دولتي ساتونکې وژل شوي او دوه تنه ټپيان شوي دي .دولتي چارواکي وايي چې دغه چاودنه د ريموټ کنترول له مخې له لرې ترسره شوې .د پوليسو يو موټر هم په چاودنه کې ويجاړ شوى. د قندهار د ميوند په ولسواکى کې هم پرون مازديګر د پي ار ټي او دولتى ځواکونو په وړاندي د ماين چاودنه شوې چې ددولتي چارواکو په وينا په دغه چاودنه کې يوازې ٣ تنه پوليس سر سري ټپيان شوي دي او د پوليسو يو موټر ته په کې زيان رسيدلۍ دى. مګر د طالب او رپکويو وياند قاري يوسف ويلي چې په دغه چاودنه کې يې ٥ امريکايي عسکر او ٣ دولتي سرتيري ټپيان او وژلي دي. دولتي چارواکي د طالبانو دا ډول څرګندونې نه مني. ",په هلمنداو قندهار کې مرګ او ژوبله . 1112,حقمل," دهغه اورلګيدنې له کبله چې نن سهار د قندهار ښار د پنځمې ناحيې په سيمه کې د مميزو په سراى کې رامينځ ته شو لږ ترلږه په کې ٣٠ موټرسايکلونه وسوځيدل . د سراى د خاوند په وينا دغه اورلګيدنې ٥٠٠ زره افغانۍ تاوان رسولۍ دى.اورلګيدنه په عمدي ټوګه نه ده رامينځ ته شوې. ",دقندهار د مميزو په سراى کې اور ولګيد . 1113,حقمل," افغان ولسمشر حامد کرزي د سويس هېواد د داووس په نړيواله اقتصادي ناسته کې د خپلو خبرو په ترځ کې په خپل هېواد کې د تيرو ٤ کلنو پرمختګونو او همداشان د ځانمرګو او وسله والو بريدونو په هکله برخه والوته وينا واوروله او څرګنده يې کړه چې هېواديې د پنځو څخه تر لسو راتلونکو کلونو پورې بهرنيو فوځونو ته د د سراسري سولې د ټينګښت او د ترهګرو په وړاندې د مبارزې او ځپلو په موخه اړتيا لري . همداشان کرزي د بريتانيا د هغه پريکړې څخه چې په راتلونکو کې به نور څه ناڅه ٤٠٠٠ سرتيري افغانستان ته واستوي هرکلۍ وکړ . ",افغانستان تر ډيره بهرنيو ځواکونو ته اړ دى. 1114,حقمل," د امريکا د بهرنيو چارو وزرات يو لوړپوړي چارواکي نن خبريالانو ته وويل چې امريکا به له افغانستان سره د لندن په ناسته کې ستره مالي مرسته د افغانستان د امنيت ، بيارغاونې ، فوځي او اقتصادي برخو کې اعلان کړي. دلندن ناسته به د سه شنبې په ورځ په لندن کې د ٧٠ هېوادونو او سازمانونو داستازو په ګډون جوړه شي او افغان دولت به دغه ناستې ته پنځه کلن پلان وړاندې کړي. افغان ولسمشر کرزي به په ناسته کې وغواړي چې نړيوالې مرستې دافغان حکومت له لارې وشي . ",امريکا به له افغانستان سره ستره مرسته اعلان کړي. 1115,حقمل," په داسې حال کې چې نن سهار وختې په کابل او د افغانستان په يو شمير نورو سيمو کې د واورې ښه اورښت بيا پيل شوى، تيره شپه د افغانستان په ١١ نيموبجو ددغه هېواد پلازمينه کابل يوې کمرزورې زلزلې ولړزاوه چې افغان حکومت يې د اندازې او مرکز په هکله څه نه دي ويلي.د ځاني او مالي زيانونو رپوټ تراوسه نشته . ",تيره شپه زلزلې کابل ولړزاوه . 1116,حقمل," د افغانستان د انترپول مشر جنرال علي شاه پکتياوال وايي چې په راتلونکي اونۍ کې به د اذربايجان په پلازمينه باکو کې د نړۍ د انترپول د١٨٤ غړوهېوادونو د استازو او دملګرو ملتونو د مرستيال په ګدون پراخه ناسته جوړه شي چې په کې به تير يوکلن کارونه وارزول شي او د چارو په يو خيل والي به ټينګار وشي. همداشان په ناسته کې به د ترهګرۍ ، نيشه يي توکو ، د بانډونو د بانکي حسابونواو يو شميرو نورو موضوعګانو باندې خبرې وشي .افغانستان د انترپول غړيتوب لري. ",په باکو کې به د انترپول ناسته وشي . 1117,ننداره," سترپښتون مشر عبداولي خان دجنازې لمونځ پېښور کې وشو چې ورکې له سلو زرو نه زياتو کسانو ګډون وکړو -دجنازې په مراسمو کې يې د افغانستان ، ايران، هندوستان او عربي هيوادونو نه راغلو پلاوو ګډون وکړو _دافغانستان نه دوه پلاووپه دغو مراسمو کې ګډون وکړو له پېښوره دنندارې راپور: د سترپښتون مشر عبداولي خان دجنازې لمونځ پېښور کې وشو چې ورکې له سلو زرو نه زياتو کسانو ګډون وکړو -دجنازې په مراسمو کې يې د افغانستان ، ايران، هندوستان او عربي هيوادونو نه راغلو پلاوو ګډون وکړو _دافغانستان نه دوه پلاووپه دغو مراسمو کې ګډون وکړو چې ديوه مشري يې ددولت د مرستيال کريم خليلي او دبلې مشري يې د پخواني اولس مشر برهان الدين رباني په غاړه وه - سربيره پر دې پېښور کې د افغانستان جنرال قونصل عبدالخالق فراهي او اسلام اباد کې دافغانستان سفير ډاکټر ننګيالي طرزي هم دعبدالولي خان دجنازې لمونځ اداکړو - دجنازې لمونځ دورځې په پاو باندې درېوو بجو وشو ،که څه هم دنيشنل پارټۍ خپلو ځوانانو هڅه کوله چې دخلکو بيروبار کنترول کړي ولې بيا هم وليدل شول چې دخلکو بيروبار کنتروليدونکى نه و - وروسته ماښام مهال عبدالولي خان دده د وصيت سره سم په ولي باغ چارسده کې خاورو ته وسپارل شو - دقبر پر سر يې د هندوستان د صدراعظم من موهن سنګ دخواخوږۍ پيغام د هند د راج سبا (ملي پارلمان )دمعاون  ک -رحمان له خوا ولوستل شو - ",دعبدالولي خان دجنازې دمراسمو انځورونه : 1118,علامه رشاد اکاډيمي," په ډېره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي د پښتنو لوى ملي مبارز او سياستوال خان عبدالولي خان د ورپيښي سوي ناروغي له امله د ٨٩ کالو په عمر ددې فاني نړۍ څخه سترګۍ پټي کړې .د علامه رشاد اکاډيمي دده دکورنۍ سره ځان په دې غم کي شريک بولي او کورنۍ ته يې دصبر او زغم غوښتونکي دي . ستر او سپېڅلى څښتن دي خان عبدالولي خان ته د دوى د سترو خدمتونو اجر ورکړى او فردوس جنت دي يې ځاى وي . انالله وانااليه راجعين ",د علامه رشاد اکاډيمۍ دخواخوږۍ پيغام 1119,," دبینوا خبریال دکابل ښار له گڼ شمیر وگړو نه دکیدونکې لندن غونډې په اړه پوښتلي دوی پرې داسې نظر ورکوي.  معلم محمد حسن دکابل ښار دنوې کارتې اوسیدونکی:"" لندن غونډه زمونږ لپاره نیکمرغې نده حکومت له نړیوالو پیسې راټولوي او پخپلو جیبونو کې یې اچوي دخوار غریب مسکین په ژوند هیڅ اثر نشي اچوی خلک له دولت کار غواړي خو حکومت پرې هيڅ سر نه گروي"".  غلام محی الدین ددولت کارکونکی:"" مونږ به هله داسې غونډو ته خوشحاله شوي وای چې زمونږ په ژوند کې یې یو په سلو یواځې بدلون راوستلای شوای خو چې گورو پخوا شمالې ټلوالې له نړیوالو زمونږ په سر مرستې واخیستې او په شیرپور کې یې ماڼۍ جوړې کړې"".  نصرت الله دکابل ښار یو بل اوسیدونکی بیا هم ورته نظر لري:"" دادومره پیسې راغلې څه شوې پرته له دې چې ځینې لوې لارې ورغول شوې نور هیڅ ندي شوي له دولته غواړو خلکو ته دکار کولو زمینه برابره کړي"".  غلام نبي په کابل کې ټکسي چلونکی دی وایي:"" پخوانۍ مرستې پنجشیریانو وخوړې او له دې وروسته مرستې به بیا غربیان او شمالي ټلواله په گډه وخوري ځکه پارلمان ته شمالي ټلوالې لار پیدا کړه دځل به شیرپور ته ورته نوی وزیر اباد په خیرخانه کې جوړ کړي"".  خو ټغر احمدزی وايي:"" دداسې غونډو نه دمرستو راتلل افغانستان ته دخوارو او غریبو پر ژوند یو څه اثر غورځولای شي حکومت نه غواړو چې دخلکو په دوا اودرمل یې ولگوي نه لکه پنجشیریان چې پټې يې کړي او ځانونو ته پرې بنگلې جوړې کړي"".  ",عام وگړي لندن غونډې نه زیاته تمه نلري. 1120,," دامریکايي ځواکونو له اړخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددغو ځواکونو یو سرتیری جیمس ار هایس په ارزگان کې دبندیانو دنیولو پرمهال چې تور دی نوموړي تیرکال دجولای په میاشت کې بندیان دبطریو له لارې ځورولي له یو بل ملگري ماریک سره یوځای په باگرام کې ددغو ځواکونو په نظامي اډه کې محاکمه شي.  په دریم سرتیري هم ورته تور دی.  محاکمه پرون جمعه پیل شوې او تر دوشنبې پورې به دوام لري. ", امریکايي سرتیري دبندیانوسره په بدچلند محاکمه کیږي 1121,حقمل," همدانن په ختيځه اسيا کې د چيني نوي کال رخصتۍ پيل شوي او د يکشنبې د ورځې له لمر ختو سره به سم د چينايانو د نوي کال مراسم پيل شي .د چيني عقيدو له مخې به نوۍ کال د( سپي )کال وي او له چرګ څخه به يې تر لاسه کړي ، ځکه تيرکال د چرګ کال نومول شوى وو.چينايان په دې باور دي هغه څوک چې د سپي کال په بهير کې نړۍ ته راځي ، هغوى به په کارونو کې ډير صادق او د بار وړ کسان وي.چينايان نوۍ کال په خپلو دوديزو ميلو،اورلوبواو نڅاوو سره نمانځي .په همدې کال کې به د سپيو ستر نندارتونونه جوړ شي او ډول ډول سپي به نندارې ته وړاندې شي . د چينايانو د رواياتو له مخې د سپي په کلونو کې به جګړې او افتونه کم وي . چيني چارواکو له دې نه وړاندې په اورلوبو بنديز لګولۍ وو، مګر د نوي کال په شپه او ورځ يې دا بنديزيې لرې کړۍ دى او څه ناڅه د اور ژغورنې ٤٠٠٠ تنه کارکونکي يې د پيښو دمخنيوي په موخه ګمارلي دي. ",د چينايانو نوۍ کال سبا پيليږي . 1122,," نن د افغانستان د ولسي جرګې غړو درايو په غوڅ اکثريت د کابل پوهنتون د هغه پرېکړې مخالفت وکړ کوم چې د څو پوهنځيو د له منځه وړلو او يا گډولو پرېکړه يې کړې وه .ولسي جرګې پرېکړه وکړه چې چاته به ددې اجازه ور نه کړي چې د پوهنتون په نصاب کې دا رنګه لاس وهنې وکړي .جرګې دا هم وويل که پوهنتون په دې اړه هر څه ويل لري ولسي جرګې ته د مراجعه وکړي . ",ولسي جرګې دکابل پوهنتون يوه پرېکړه و نه منله 1123,حقمل," يوه ورځ پس له هغو چې د امريکا ولسمشر چورج بوش د ايران د هستوي پروګرام په هکله د روسيې د وړانديز ملاتړ اعلان کړ ، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال څرګنده کړه چې د ايران د اتومي پروګرام په هکله د روسيې وړانديز سل په سلو کې نه مني. نيکلاس برنز وويل : امريکا ويلي د روسيې وړانديز په زړه پورې ګڼو او ممکن دخبرو ددوام له پاره ښه لاروي . موږ هيڅکله نه دې ويلي چې موږ ددغه وړانديز ټول جزئيات منو . همداشان د نړيوال اتمي انرژي اژانس مشر البرداعي پرون په سويس کې د خبرو په ترځ کې له ايران څخه غوښتنه کړې چې د يورانيمو غني کول دې د ٨ کلونو له پاره وځنډوي. همدا شان له امريکا څخه يې غوښتې چې ايران ته راکتورونه ورکړي. ",امريکا د روسيې د وړانديز ټول جزئيات نه مني . 1124,," د فتح غورځنګ يو مشر حسين الشيخ ويلي چې د فتح غورځنګ به په ائيتلافي دولت کې له حماس سره ګډون ونه کړي. . دى وايې دغه غورځنګ پريکړه کړې چې په ائيتلافي دولت کې به د حماس د اسلامي غورځنګ سره چې اکثريت څوکۍ يې ګټلې ګډون ونه کړي . دى وايې د ټاکنو د پايلو درناۍ کوي او د حماس د فعاليت خنډ به نه شي. همداشان د ټاکنو ددوو ورځو په تيريدو سره په فلسطين کې د فتح او دحماس د پلويانو تر مينځ اخ او ډب رامينځ ته شوى دى. اروپا امريکايان او اسرائيل په پارلماني ټاکنو کې د حماس د ډلې بريا انديښمن کړي او په ډير غور سره حالت څيړي. همداشان د (يديعوت احارونوف ) اسرائيلي ورځپانې د نظرپوښتنې د ترسره کولو له مخې دغې ورځپاڼې په ډاګه کړې چې٤٨ فيصده اسرائيليان له حماس سره د خبرو ملاتړ کوي او ٤٣فيصده د خبرو د نه کولو پلويان دي. له بل لوري د امريکا ولسمشر بوش په يوه تلويزيوني مرکه کې ويلي که چيرې د حماس ډله خپله فوځي څانګه منحل اعلان نه کړي او د اسرائلو په وړاندې خپل ګواښونه پاى ته ونه رسوي خپلې مرستې به له فلسطين سېره ودروي. بوش وايي له هغه دولت سره چې غواړي د امريکا دوست اسرائيل له منځه يوسي کمک نه کوي. ",فتح په ائيتلافي دولت کې برخه نه اخلي . 1125,حقمل," د المان پخوانۍ ولسمشر يوهانس رائو د ٧٥ کلونو په عمر د جمعې د ورځې په سهار د يوې اوږدي ناروغۍ له کبله ومړ . د سوسيال ديومکرات ګوند غړۍ يو هانس له ١٩٩٩ کال څخه تر ٢٠٠٤ زيږديزکال پورې د المان ولسمشر وو. ",د المان پخوانۍ ولسمشر ومړ . 1126,حقمل," د هلمند دولتي چارواکو منلې چې ناپيږانده کسانو ددغه ولايت د ناوې په ولسوالۍ کې تيره شپه٢ منځني او يو لومړنۍ ښوونځۍ سوي دي. ځاني مرګ او ژوبله چاته نه ده رسيدلې او نه په دې تور سره څوک نيول شوي.، مګرښوونځيو ته ډير تاوان رسيدلۍ . له دې نه وړاندې هم ددغه ولايت په يو شمير سيموکې ښوونځي سوځول شوي. ",بيا هم ٣ ښوونځي په هلمند کې سوي. 1127,حقمل," داريانا افغان هوايي شرکت يو وزر الوتکه په کابل کې د خرابې هوا او د واورې د سخت اورښت له کبله د پاکستان د پيښور په هوايي ډګر کې ناسته کړې ده .دغې الوتکې د عربستان د جدې ښار څخه ٢٦٠ تنه افغان حاجيان کابل ته ليږدول چې ويې نشو کړاى د خرابې هوا له امله په کابل کې ناسته وکړي. ",افغان الوتکې په پيښور کې ناسته کړې . 1128,حقمل," د عراق د پخواني ديکتاتور صدام او د ده د اوو تنو پلويانو محاکمه چې په کال ١٩٨٣ کې د الدجيل د کلي د ١٤٣ تنوشيعيانو په وژنه تورن دى، ديکشنبې په ورځ بيا له سره په بغداد کې پيليږي. د صدام د محاکمې اتمه ناسته د تيرې چهارشنبې په ورځ و نه شوه . تر اوسه د ده د محاکمې اوه ناستې جوړې شوي دي. د صدام د دفاع دندې درې وتلي وکيلان له امريکا څخه رمزي کلارک ، له قطر او اردن څخه نجيب النعيمي او عصام غزاوي په غاړه لري . دمحکمې مشر قاضي رزکار محمد امين استعفى کړي او پر ځاى ٦٥ کلن کردي قاضي روف رشيد عبدالرحمن ټاکل شوى . دصدام دوه وکيلان وژل شوي او يو مدافع وکيل يې له ويرې تښتيدلۍ دى او ٣ قاضيان تبديل شويدي. ",د صدام محاکمه بياسبا پيليږي . 1129,," په ټورنټو ښار کي به د خداي بخښلي ولي خان فاتحه د یکشنبې په ورځ په لاندي ځاي کي اخيستل کيږي٠ له ټولو افغانانو د ګډون هيله کيږي٠ ځاي:     اسلامک سوسايټي اف يارک ريجن پته :    138 سټاوفويل روډ (د 404 او سټاوفويل  سړک) رچمنډ هيل نېټه :  جنوري 29 ، 2006 وخت :  دماسپښين له دوو تر څلورو بجو٠ اړيکي او مالومات : ابراهيم ناسر ٤١٦٤٢٥٧٨٤١    4164257841 138 Stouffville Road, Richmond Hill له تاسو سره په غم کي ګډ د  کاناډا  د پښتنو کلتوري ټولنه ",په کاناډا کي د خان عبدالولي خان فاتحه او دعا 1130,," په عراق کې د ٢ تنو تښتول شويو جرمنيانوو يديويي پټه د جمعې په ورځ دالجزيرې تلويزيون په پرده داسې ښودل شوې چې دواړه انجينيران په ځمکه ناست او شا ته يې وسله وال کسان ولاړ دي. دغه جرمنيان د تيرې سه شنبې په ورځ د عراق په شمال کې چې دبايجي د نفتو په يو چڼ ځاى کې يې کارکو وتښتول شول .جرمني انجينيرانو د الجزيرې تلويزيون په قول د المان له دولت څخه غوښتي چې د خلاصون په هکله يې هڅې وکړي. ",٢تنه تښتول شوي جرمنيان د تلويزيون په پرده راغلي . 1131,حقمل," د سويس د داووس په اقتصادي ناسته کې د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير جک استرا ايران ته خبردارۍ ورکړ ، چې د ايران اتومي تګ لاره به ايران نور په نړيواله کچه سپک او ګوښه کړي. ده وويل له هغه وخت څخه چې محمود احمدي نژاد ولسمشر شوى دايران سره خبرې ستونزمنې شوي دي. ",جک استرا ايران ته خبردارۍ ورکړ. 1132,حقمل," په هغه بمي چاودنه کې چې د قندهار په جنوب کې رامينځ ته شوي ٣ تنه افغان پوليس ټپيان شوي دي . چارواکو منلې چې بمي چاودنه هغه وخت رامينځ ته شوي چې دافغان او رومانيا د ځواکونو کاروان له لارې دتيريدو په حال کې وو .طالبانو ددغه بريد پړه پر غاړه اخيستې ده. ",په قندهارکې ٣ پوليس د ماين په چاودنه کې ټپيان شول 1133,,"   دحماس فلسطیني گوند دسیاسي چارو مشر خالد مشعل نن په دمشق کې خبریالانو ته په یوې خبري ناسته کې وویل چې دحماس گوند به هله دې ته تیار شي او وسلې به پرځمکه کیږدي تر څو دفلسطین خلکو ته حق ورکړای شي ملي پوځ ولري. نوموړي دغه راز له امریکې، اروپایي ټولنې او له ملگرو ملتونو وغوښتل چې دفلسطین دخلکو احترام وساتي ځکه فلسطنیانو حماس ته په ټاکنو کې رایه ورکړې. نوموړي دیوه فلسطیني خپلواک دولت دجوړیدو خبره هم وکړه او دا یې وویل چې فلسطنیانو په دې موخه حماس ته رایه ورکړې تر څو حقونه یې وغوښتل شي.  ",خالد مشعل: حماس له وسلوال جنگ نه لاس اخلي. 1134,افغان ولسپال ځوانان," دستر پښتون مبارز او سياستوال خان عبدالولي خان مړينې دلرې او برې پښتونخوالپاره يو ستره   ضايعه بولو. په ډېره خواشيني سره مو خبرترلاسه کړ چې  دلرې پښتونخوا سترسياستوال پښتون او مبارزخان عبدالولي خان په پېښور کې د پنجشنبې په ورځ دلمريز١٣٨٤کال دسلواغې په  ٦ نېټه چې دزېږديز٢٠٠٦کال د جنوري ٢٧ نېټې سره يې سمون خوړ له اوږدې ناروغۍ څخه وروسته د ٨٩کلونو په عمر پور پرې کړ.   ولي خان د خدايي خدمتگارانو دډلې د مشر وتلي پښتون سياستوال خان عبدالغفار خان زوى وو،چې ٨٩ کاله وړانديې په لره پښتونخوا کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې.   نوموړي دژوند په لومړيو کلونو کې لادخپل پلار پر پله ګام کېښود او په دې توګه يې په اتلس کلنۍ کې دسياست ډګر ته رادانګل.   په سياست کې له بوختېدلو وروسته يې  دعوامي نشنل گوند په نوم يوه سياسي ډله جوړه او په دې توګه يې دلرې پښتونخوا يا په ټوله کې دپاکستان دهېواد په سياسي ډګر کې دپښتون سياستوال شتون ثبوت او لاره يې ورته اواره کړه.   ولي خان تراوياکاله زياته موده دسياست په ډګرکې کارنده ونډه اخيستې ده او په څو څو ځله دپاکستاني دولت لخوا دزندان دتورو تمبو شاته هم اچول شوى دى.   نوموړي له سياست سره په څنګ کې دخپل پلار په څېر لکنې هم وکړې، چې ترټولو دپام وړ او مشهور دايې (( حقايق پټ دي )) نومى کتاب دى، چې په لرې پښتونخوا کې يې دسياسي ژواک او ځواک په اړه ښه رڼا اچولې ده.يوه يادونه بايد ارو مرو وکړو او هغه داچې ولي خان نوموړى کتاب په زندان کې ليکلى دى.   ولي خان دخپل ژوند په اوږدو کې تل دښکېلاک ګرو پر ضد مېدان ته راوتلى او له هغوى سره يې دمبارزې په لاره کې له زندانه څخه نېولې تر شړل کېدلو او ځورېدلو پورې ټولې ستونزې ګاللې دي.   ولي خان دخپل پلار په څېر تل دفرنګيانو دښکېلاک ضد غږونه پورته کول او په ټول ژوند کې يې دلر او بر پښتنو ديو کېدلو، پرمختګ او هوسا ژوند لپاره منډې ترړې وهلې دي، له همدې امله ولي خان دلر او بر پښتونو يونامتو سياستوال پېژندل کېدو،چې  دنوموړې له برکته  اوس اوس دنوموړي  مېرمن بيګم نسيم ولي خان او زوى يې اسفنديار ولي هم  دلرې پښتونخوا په سياسي ډګر کې دوه پېژندل شوې څېرې دي       افغان ولسپال ځوانان  دولي خان دمړينې له امله دهغه کورنۍ، دوستانو، خواخوږو او په ټوله کې دلرې او برې پښتونخوا درستو وګړو ته دتسليت دمراتبو په  وړاندي کولو سره  دخان ولي خان ارواته ددوعا لاسونه پورته کوي    ا ودهغه مبارز اولوړ شخصيت ته دتسليمي سرونه ټېټوي. روح يې ښاده او جنت يې ځاى شه په ډېره مېنه افغان ولسپال ځوانان ",دافغان ولسپال ځوانانو دخواخوږۍ پيغام 1135,," په ډېرې خواشينۍ سره مو خبرترلاسه کړچې دهنددنيمې وچې دسياسي خپلواکۍ اودپښتنودملي بيدارۍ دلارې نامتومبارزخان عبدالولي خان په ابدي خوب ويده شو٠اروادې ېي ښاده اوجنتونه دې يې په برخه شي٠افغان فرهنګپاله ټولنه ،په داسې حال کې چې ،دنوموړي مړينه دپښتونخوا اوسيمې دټولوملي ازادي غوښتونکوسياسي اوټولنيزوبنسټونولپاره ستراوناجبرانه تاوان ګڼي،دکورنۍغړواوهملاروملګروته يې دتسليت مراتب وړاندې کوي،اودارواښادلپاره دلوی خدای نه دجنتونوغوښتنه دافغان فرهنګپالې ټولنې مشرتابه جرګهاغوس __ ډنمارک ",دافغان فرهنګپالې ټولنې دخواشينۍ پيغام 1136,حبيب الله غمخور," په زياته خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې دپښتنو ستر مبارز په سيمه او نړۍ کښې پېژندل شوې سياستوال خان عبدالولي خان دورپېښي شوي ناروغۍ له کبله له فاني دنيا څخه دتل لپاره سترګې پټي کړې ٠                                  انا الله وانا اليه راجعون خان عبد الولي خان له ماشومتوب نه دخپل مبارز او د هند د لویي وچې دازادۍ دليوال او ترلاسه کوونکې پلار خان عبدالغفارخان لاره تعقيبوله او تل يې دسيمې دنورو مبارزينو په څير پدې لارکښې زحمتونه ګالې دي . هغه دکوزي پښتو نخوا دپښتنوديوه پياوړي مشر اولارښود په توګه دپښتنو او بلوڅولپاره دخپل روا اوملي حق دترلاسه کولو ستر لارښود ؤ،دخپل ولس د ازادۍ او ښيرازۍ په خاطر يې زيات کړاونه او زندانونه ګاللې دي . ولي خان دعمر په اوږدو کې څو څو ځله افغانستان ته سفرونه کړې دي ،دهغه لپاره ((خيبر لار دتلو راتلو وه ))،دپښتنو دويش او بيلتون سر سخت مخالف ؤ٠ موږ پداسي حال کې چې ځانونه دهغه دټولودوستانو اوعلاقمندانو سره پدغه ملي ماتم کښې شريک بولو، د دې پياوړې مبارز او دپښتنو دلوي مشر مړينه په سيمه کښې لويه ضايع ګڼو،ټولوپښتنو، بلوڅودحق اوعدالت دلارې مبارزينو او په ځانګړې توګه دخداي بخښلي دکورنۍ پاتوکسانوته د لوي څښتن له درباره  صبر او زغم غوښتنه کوو٠ لوي خداي دې دهغه جنتونه په نصيب کړې ٠           په سويډن کې ددوستۍ فرهنګې ټولني دمشرتابه جرګې په استازيتوب                                        حبيب الله  غمخور ",د دوستۍ فرهنګي ټولنې دخواشينۍ پيغام 1137,عبدالله احسان - هالنډ," عبدالله احسان - هالنډ ۱ جنوري ۲۰۰۶ د ۲۰۰۵ کال په اګست کي چي کله مايکروسافټ د (د انګريزي ژبي) وينډوز ايکس پي په دننه کي د پښتو کاروني د اړتيا وړ  توکي  ( Update )وړاندي کړل ، دې کار د انګريزي ايکس پي کاروونکو ته د پښتو ژبي په ليکلو کي يوه داسي اسانتيا رامنځته کړه چي تر هغه وخت مخکي يې بېلګه نه وه . مګر ډېر هغه کسان چي د کمپيوټر د وينډوز ژبه يې انګريزي نه وي دمايکروسافټ له دې پروګرام څخه کار نه شي اخستلای  هغوی د ټول افغان له کيبورډ څخه کار اخلي . يو شمېر هغه کسان چي غواړي په پښتوژبه برېښناليکونه وليږي يا يې ترلاسه کړي مګر وخت ناوخته په دې کار کي له ستونزو سره مخامخ کيږي لاندني معلومات وړاندي کوم : د پښتوبرېښناليک لوستل يا لېږل : که تاسو د hotmail ،yahoo  يا دې ته ورته برېښناليک څخه کار اخلی دغه لارښود عملي کړﺉ : يوشمېر هغه کمپيوټرونه چي پرخپل سردپرانستونکو اعلانونو ضد پروګرام يې انسټال کړی وي دپښتوليک په ښکاره کولو کي ستونزي پېښوي . هغه کسان بايدپښتوبرېښناليک داوټلوک له لاري ترلاسه او وليږي .  که تاسو Outlook Express کاروﺉ لاندنۍ لارښود وګورﺉ .   ",د پښتوليکل سوي برېښناليک د راکړي ورکړي ستونزه 1138,حقمل," د ايران او اروپا د هستوي خبرو دويم پړاو ددوشنبې په ورځ په بروکسل کې پيليږي. د خبرو په دغه پړاو کې به د فرانسې ، المان او انګليس استازي د دولابولا ترمشرۍ لاندې ګدون وکړي . اود ايراني پلاوي مشري به جواد وعيدي په غاړه ولري. دا خبرې پر داسې مهال پيل کيږي چې ايراني لوري د روسيې د وړانديز ځينې ټکي منلي.د ايران د بهرنيو چارو وزير منوچهر متکي وايې ددغه طرحې په هکله خبرې روانې دي ، ايران اوروسيې توافق کړۍ چې يو شمير نور هېوادونه په دغه طرحه کې داخل کړي. دايران هستوي پروګرام د امريکا او اورپا له پاره لويه سرخوږي جوړه کړې ده . ",د ايران او اروپا د خبرو دويم پړاوسبا پيليږي. 1139,حقمل," تيره شپه د دوو بجو په شاوخوا کې د کابل او جلال اباد د لويې لارې په اوږدو کې د خيرخيلو په سيمه کې دوو شخي موټرو ته چې د ملي اردو موټر يې ليږدول د ناپيږانده وسله والو کسانو له خوا اور اچول شوى دى . پوليسو په دې اړوند ٦ تنه شکمن کسان نيولي ، شخصي لارۍ زيانمن شوې مګر مرګ او ژوبله نه لري. ",دوو باروړونکو لاريو ته اور اچول شوۍ . 1140,حقمل," د پولنډ په جنوب د کاتوويچ ښار ته نيږدې د د شورزف په سيمه کې د يوې ودانۍ د چت د راپريوتو له امله څه ناڅه ٦٠تنه مړه اوکابو ١٣٠ تنه ټپيان شوي. دغه بده پېښه تيره شپه هغه وخت رامينځ ته شوه چې په دغه ودانۍ کې ٥٠٠ تنه د کورنيو کوترود نندارې له پاره راټول شوي وو .د ژغورني عمليات روان دي او ممکن د وژل شويو او ټپيانو شميره جګه شي .ويل شوي د واورې د ډيروالي له کبله د ودانۍ چت لويدلۍ دى . له بل لوري په دغه هېواد کې د سړو او يخنيو له کبله څه ناڅه ١٩٩ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړۍ او د سړو درجه تر منفي ٣١ درجو په ځينو سيمو کې رسيدلې. ",په پولنډ کې څه ناڅه ٦٠ تنه مړه او ١٣٠ تنه ټپيان شوي 1141,حقمل," ديو نظرسنجي پايلي ښيي په هغه صورت کې چې ايران خپل هستوي پروګرام ته دوام ورکړي ، اکثره امريکايان په ايران باندې د فوځي بريد پلوى کوي . د هغه نظر سنجي له مخې چې له ١٥٥٥ امريکايانو سره د لاس انجلس ټايمزورځپانې او دبلومبرګ مالي خبري رسنۍ له خوا تر سره شوي ،٥٧ فيصده وګړو په ايران باندې د امريکا د فوځي بريد ملاتړ کړۍ دى . او ٣٣ فيصده نورو بيا مخالفت ښودلۍ .د فوځي بريد پلويان ٧٩ فيصده جمهوري خواهان ، او ٤٩ فيصده ديموکراتان په ګوته شوي دي .په دغه نظرسنجۍ کې ٥٣ فيصده د عراق جګړه يو تيروتنه بللې او ٣٣ فيصده نور وايي امريکا کولاۍ شي په دې جګړه کې برۍ ومومي. ",ډيره امريکايان په ايران دفوځي بريد ملاتړي دي. 1142,حقمل," د عراق د پخواني ديکتاتور صدام د محاکمې څخه يو ورځ وړاندي د ده د زيږد کلي ته نيږدې چې د بغداد په شمال په ١٨٠ کيلومترۍ کې پروت دي د يو ځانمرګي بمي بريد له امله ٤ تنه عراقي سرتيري مړه ا و ٦ تنه نور ټپيان شوي دي .چاودنه د عوجه کلي ته نيږدې هغه وخت وشوه چې عراقي عسکردګزمي په حال کې وو .امريکايي ځواکونو په بيړه د پېښې ځاى ته وردانګلي او ټپيان اوو ژل شوي کسان يې روغتون ته ليږدولي .ټاکل شوې چې نن په بغداد کې د صدام محاکمه پيل شي .همدا شان تيره شپه د سکندرې ښار د خوږو په يو پلورنځي کې د چادنې له امله ١١ تنه عراقيان مړه او ٥ تنه ټپيان شوي دي. دامريکايي ځواکونو په خپره شې پاڼه کې د شنبې له غرمې وروسته په يوه بمي چاودنه کې د يو امريکايي سرتيري د وژنې خبر ورکړ شوى او له دې نه وړاندې د جمعې په ورځ هم يو امريکايي په عراق کې وژل شوي دي. ",٤ تنه سرتيري او ١١ تنه ملکي عراقيان وژل شوي. 1143,حقمل," افغان ولسمشر حامد کرزي چې د کابينې يوشمير وزيران او سلاکاران يې ملتيا کوي د ډنمارک له ملکې او لومړي وزير سره له کتنو او خبرو ورسته نن د لندن په لور روانيږي . دلندن ناسته به د سلواغې په ١١ نيټه په لندن کې د ٧٠ هېوادونو د مشرانو او استازو په ګدون جوړه شي او افغان حکومت به دغه ناستې ته يو پنځه کلن پلان وړاندې کړي. په ناسته کې به کرزي او افغان پلاوۍ په دې ټينګار وکړي چې نړيوالي مرستې د افغان حکومت له لارې ولګول شي. افغان ولسمشر په کوپن هاګن کې د ډنمارک له ملکې مارګريت سره په سلطنتي ماڼۍکې پرون ماښام کتلي. ډنمارک په افغانستان کې ١٦٠ تنه سرتيري لري چې د ائيتلافي ځواکونو په چوکات کې فعاليت کوي . د ډنمارک دولت ژمنه کړې چې له افغانستان سره به ٦٧٠ ميليون دنمارکي کروڼ مرسته وکړي او دځواکونو شميره به لوړه کړي . ",کرزي به نن له ډنمارک څخه دلندن په لور روان شي. 1144,حقمل," شيخ صباح الاحمد ال صباح به نن په رسمي توګه د کويت په پارلمان کې د لوړې مراسم ترسره کړي . دا لومړنۍ امير دى چې د کويت د پارلمان داستازو د رايو له مخې دغه مقام ته رسيږي. صباح پنځلسم امير دى چې واک ته رسيږي .له دې وړاندې صباح څو کاله د کويت لومړۍ وزير وو. ",د کويت نوى امير نن لوړه کوي. 1145,حقمل," عراقي ٢٠ کلنې ميرمن ساجدې پر نړيوال روغتيايي سازمان غږ کړۍ چې خپل دوه ګوني ماشومان يې وژغوري.دغې ميرمنې څو ورځې وړاندې د عراق د الصدر ښار په يو روغتون کې دوه ګوني ماشومان دنيا ته راوړل چې زړه ، مغز او ککرۍ يې بيلې مګر لاسونه ، پښې او خيټې يې سره يو ځاى نيښتې دي .د داکترانو پر وينا ددغو ماشومانو د جداکولو جراحي عمليات په عراق کې د تجهيزاتو دنه شتون له امله نه شي تر سره کيداى . ",عراقي ميرمني ددوه ګونوماشومانو دژغورلوغږ کړۍ 1146,حقمل," ناپيږانده کسانو تيره شپه د هلمند ولايت د ګرشګ ولسوالۍ اړوند د هلکانو يو منځنۍ ښوونځۍ په بشپړه توګه سوى دى.چارواکو منلې چې دښوونځي ودانۍ ، کتابونه ، څوکۍ او ميزونه په ټوليزه ډول سوي دي. چارواکو د تل په شان اوس پلټنې پيل کړي دي. له دې نه وړاندې هم ٣ ښوونځيو ته اور اچول شوى وو. ",په هلمند کې يوښوونځۍ په بشپړه توګه سوى . 1147,حقمل," دولتي چارواکو منلې چې په قندهار کې يي د وروستۍ خونړۍ درنې چاودنې په تور څلور تنه شکمن کسان نيولي. چارواکو د دغوکسانود هويت په هکله څه نه دي ويلي خو وايي چې له دوى څخه پوښتنې او ګرويږنې روانې دي . دغه کسان په قندهار کې د ملي اردو د ځواکونو له خوا نيول شوي دي. دکندهار د سپين بولدک ځانمرګي بريد درنده مرګ او ژوبله لرله ،چې دغندنې په موخه يې گڼ شمير لاريونونه ترسره شول .په دغه چاودنه کې څلورتنه دولتي پوليس هم وژل شوي وو. په روان کال کې وسله والو او ځانمرګو بريدونو دافغان ولسي وګړو په مينځ کې سترې اندېښنې راپارولي او دا پوښتنې يې رامينځ ته کړي چې دنړيوالو ځواکونو د شتون سره سره د دا ډول پېښو مخنيوۍ نه کيږي . ",دقندهار دچادنې په تور ٤ تنه شکمن کسان نيول شوي. 1148,غلام جيلاني ځواك," غلام جيلاني ځواكلكه څرنګه چي مي د پاكستان، ترهګري او بنسټ پالني تر عنوان لاندي په ليكنه كي ورته اشاره كړي وه، په افغانستان كي د ترهګري د ملاتړ له لاري د ترهرګري پر ضد د جګړي د اوږدولونه د پاكستان موخه د افغانستان د كمزوري كولو په خوا كي د ځيني پاكستاني جنرالانو چي د افغانستان دجهاد او په ويتنام كي د امريكا د ماتي تجربه يي په مخ كي ده، دا ګومان دي چي ښايي بالاخره به د دي ستړي كووونكي جګړي په نتيجه كي نړيوال ئتلاف دي ته اړ شي چي په افغانستان كي پاكستان ته يو عمده رول وسپارل شي او په دي توګه پاكستان به يو ځل بياخپلي منګولي په افغانستان كي خښي كړي.د همدي موضوع په اړه دايم بي نقوي په نوم يوپاكستاني ليكوال د ده نيوز په انګليسي ژبي ورځپاڼي كي يو مضمون ليكلي، په مضمون كي ليكوال كاږي چي په لومړي ځل د المان د دفاع وزير دا خبره په ډاګه كړه چي پاكستان به د افغانستان د كورنۍ چارو كي د راتلونكي اپريل له مياشتي نه يو عمده رول ولوبوي، همدارنګه داسي آوازي هم شته چي پاكستان ته به په دي سيمه كي ائتلاف د بحري قواوو په فعاليتونكي لارښود رول وركړل شي.زه نپوهيږم چي دا خبره څومره سمه ده او يا په ريښتيا هم نړيوال ايتلاف بي له يوي هراړخيزي څيړني دي ته چمتو دي چي په افغانستان اوسيمه كي پاكستان ته يو عمده او ښه رول وسپاري ،كوم دلايل چي ليكوال بيان كړي هغه دومره موجه او سم نه بريښي ،ليكوال د ائتلاف ددي تصميم لامل د افغانستان د پيښو سره له ډيري مودي راهيسي د پاكستان اشنايي ښودلي ،خو د ډيرو دلايلوله امله دا كار په هيڅ ډول شوني نه ښكاري.۱ - تر ټولو خو مهمه خبره داده چي په افغانستان كي پاكستان ته كوم رول وركول په هيڅ ډول د افغانستان حكومت اود افغانستان خلكو ته دمنلووړ ندي. پاكستان د خپل پيدايښت له لومړي ورځي د افغانستان پرضد له دښمني كار اخيستي، خو په تيرو ديرش كالو كي د افغانستان په كورنيو چارو د پاكستان لاسوهنو دلته د بي اتفاقيود اور بلولو او بالاخره د طالبانو د پروژي پلي كولو په افغانانو كي د پاكستان په وړاندي ډيره سخته كركه او نفرت پيدا كړي. افغانان په تيرو دوه لسيزو كي د خپلو ټولو بدبختيو لامل پاكستان ګڼي ،همدا اوس هم سره لدي چي پاكستان ځان د ترهګري سره جګړه ژمن ګڼي خو په خپلو پوځي كمپونو كي ترهګر روزي ،په وسلو يي سمبالوي او د خلكو د وژني او د هيواد ورانولو لپاره يي افغانستان ته را ليږي، پاكستان همدا اوس هم په افغانستان كي د ترهګريزو عملياتو له لاري افغانان وژني ،ښوونځي او مدرسي سوځوي او د افغانستان د بياودانولو په مخ كي خنډونه پيدا كوي ،د پاكستان د نوم اخيستلو سره كوم لومړي مفهوم چي د يو افغان په ذهن كي تداعي كيږي هغه د دښمن دي ،نو په افغانستان كي پاكستان ته كوم رول وركول د هيڅ يو افغان لپاره حتي د سولي په قيمت هم د منلو وړ نده، كه احياناً امريكا او غربي نړي يو ځل بيا افغانستان سره جفا وكړي او په افغانستان كي پاكستان ته كوم رول وسپاري نو نه يواځي دا چي دلته به امنيت ټينګ نشي بلكي د دوي راتګ به د امنيت دلا زيات خرابيدو، او ديوي بلي كورني جګړي لامل هم شي.۲ - پاكستان څرنګه چي د مذهبي كركي او نفرت پر بنسټ جوړ شوي،پاكستاني ټولنه د بنسټ پالني او ترهګري ذهنيت منلو ته د ټولي نړي په پرتله ډيره مساعده ټولنه ده، د پاكستان بنسټ پال ګوندونه د پنجاب او كراچي او حتي قبايلي سيمو كي په سل هاو زره پلويان لري ،په پاكستان كي زرهاوو مدرسي په سل هاوو زرو طالبان روزي چي د ترهګرو او القاعده لپاره يوه ډيره ستر انساني پانګه ده. د بنسټ پالني ذهنيت نه يواځي د پاكستاني ټولني په ښكته صفونو كي شتون لري بلكي لدي امله چي (آي ايس آي) د اوږد مودي لپاره په افغانستان اوكشمير كي له بنسټ پالني څخه د يوي سياسي وسلي په توګه كار اخيستي او ښكاره ده چي دي اړيكو په متقابله توګه په يو بل اغيزي درلودلي دي ،نو د (آي ايس آي) او نورو پوځي اوامنيتي ادارو لوړ رتبه مامورين او حتي د ملكي استخباراتو لوړ رتبه كاركونكي هم د بنسټ پالو،ترهګرواو القاعدي سره ډيره ژروه خواخوږي او همدردي لري، د ترهرګري پرضد جګړه كي پر پاكستاني پوځ او پاكستاني استخباراتو او يا سياسي بنسټونو باور كول به يوه لويه اشتباه وي ،ډيري نړيوالي كړي د پاكستان اتومي پروګرام له دي امله نړيوال امنيت ته يو ګواښ ګڼي چي د پاكستان په امنيتي بنسټونو كي د بنسټ پالو او ترهګرو د نفوذ له امله هر كله ممكنه ده چي دا وسله د ترهګرانو لاس ته ورشي. نړي بايد په پوره ډاډ دا خبره ومني چي تر څو پاكستان موجود وي نو دلته به بنسټ پالنه اوترهګري موجوده وي. بنسټ پالانو ته د بنسټ پالني ضد د جګړو واك وركول د كوم ځاي عقل دي.۳ - هند په سيمه كي يو ډير ستر او ځواكمن هيواد دي.دا هيواد په ټوله نړي كي ترټولو ستره ولسواكي ګڼل كيږي ،هند اوس د سياسي ،اقتصادي او نظامي پياوړتيا دي مرحلي ته رسيدلي چي د يو سيمه ييز ځواك بڼه غوره كړي ،د هند اړيكي اوس د امريكا او غربي نړي سره تر پخوا هر وخته ښي ښكاري ،امريكا او غربي نړي په سيمه ييزو اړيكوكي په هيڅ توګه نشي كولاي هند له پامه وغورځوي ،پاكستان او د پاكستان نه زيږيدلي بنسټ پالني او ترهګري هند ته همداسي ستونزي زيږولي لكه د افغانستان په شان ،پاكستان كه له يوي خوا دافغانستان سره د ډيورنډ د كرښي په هكله ستونزي لري نو له بلي خوا د دكشمير په سر دهند سره هم په لانجه اخته دي، هند د كشمير په لانجي په تيرو شپيته كالو كي دري ځله د پاكستان سره په جګړه اوښتي او همدا اوس هم په كشيمر كي هره ورځ هندي پوځيان او نور بي ګناه كشميري اوسيدونكي د پاكستان لخو د ليږل شوو ترهګرو او بنسټ پالانو لخوا وژل كيږي، خو اصلي خبره يواځي د كشمير لانجه نده، اصلي خبره داده چي استعمار دهند او افغانستان نه يو شمير سيمي بيلي كړي اوپاكستان يي پري جوړ كړ، هم د افغانستان ولسونه اوهم دهند خلك دا سيمي بيرته خپلول غواړي، افغانستان او هند سره دپاكستان د ستونزو د حل بله هيڅ لاره نشته پرته لدي چي نور پاكستان د نړي له نقشي نه په مكمله توګه حذف نشي. نو پاكستان ته په سيمه كي يو مهم رول سپارل نه هند ته د منلووړ ده او نه به افغانان دا خبره وزغمي.پاكستان ته په سيمه او په افغانستان كي يو مهم رول وركول له هره اړخه ي ناشوني كار دي، نړيوال ائتلاف په هيڅ دليل نشي كولاي يو ځل بيا افغانستان سره جفا وكړي خو بيا هم بايد ووايم چي كه امريكا اوغربي نړي يو ځل بيا داسي تيروتنه وكړي او يوځل بيا افغانستان دليوه خولي ته واچوي نو دا به د ترهګري پرضد د نړيوال ائتلاف يوه ستره ماته وي، كه دا ائتلاف نن په كابل كي خپله ماته مني نو بايد دي ته هم چمتو شي چي صبابه په لندن،پاريس او واشنګټن كي هم ونشي كولاي د ترهګرانو مخه ونيسي ",پاكستان، ترهګري او بنسټ پالنۀ (دوهمه برخه ) 1149,غلام جيلاني ځواك," غلام جيلاني ځواك پاكستان كي تر يودرجن ډيري ورځپاڼي شته چي تيراژ يي په ورځ كي له څو سوه زره نه نيولي او بيا تر يو مليونه اوړي، پرته لدي په سلهاوو سيمه ييزي ورځپاڼي، اوونيزي او مياشتني مجلي او بيلابيلي راديوګاني اوتلويزيونونه نشرات لري. پاكستان كي د ورځپاڼو لوستلو كلتور ډير عام دي، تقريباً هره مهمه ورځپاڼه په سل هاو زره لوستونكي لري، د تلويزيونونواو راديو ګانو نشرات د دي هيواد ګوډ، ګوډ كي ليدل كيږي او اوريدل كيږي، د پاكستان رسني دا پوره توان لري چي يوه موضوع په ټولنه كي مطرح كړي او دهغي په هكله د خلكو ذهنيتونو ته مثبت يا منفي لوري وركړي. دا څو ورځي كيږي چي د پاكستان ځواكمني ميډيا كي ترټولو توده موضوع پرباجوړ د امريكي الوتكو بريد دي، په اخبارونو كي مضامين چاپيږي، په راديو ګانو او تلويزيونونوكي د همدي موضوع په هكله ګردي ميزونه جوړيږي او خبري اتري راوني دي، دپاكستان په بيلا بيلو سيمو په واټونو كي مظاهري رواني دي، احتجاجي غونډي كيږي، د بيلا بيلو سياسي ګوندونو، ټولنيزو سازمانونو، متعليمنو او محصلينو د اتحاديو استازي په دي هكله څرګندوني كوي او خبرونه يي د رسينو لخوا د دي هيواد ګوډ ګوډ ته رسول كيږي.  داسي بريښي چي ددي بريد له امله په پاكستان كي د امريكا په وړاندي كركه اونفرت ورځ په ورځ مخ په زياتيدو دى، په دي ټولو څرګندونو، مظاهرو، لاريونونو، اخباري مضامينو، راديويي او تلويزيوني خبرو اترو كي په دي خبره ټينګار كيږي چي په باجوړ بريد په حقيقت كي د پاكستان په آزادي او خود مختاري بريد دي، اود بلي خوا پاكستاني ميډيا د پيښي انساني اړخ ډير مخامخ كوي او دا وايي چي په باجوړ كي بي له كوم لامله يو شمير بي ګناه كسان ووژل شول او بله داچي پرويز مشرف د دي بريد وپه ړاندي ولي چوپه خوله پاتي دي، سره لدي چي دپاكستان لومړي وزير شوكت عزيز ددي بريد په وړاندي غبرګون ښودلي اودا بريد يي غندلي خو جنرال مشرف چي د پاكستان اصلي واكمن دي په دي هكله كومه خاصه څرګندونه نده كړي، يواځي دومره يي چي امريكا بايد ددي بريد په هكله قانع كوونكي دلايل وړاندي كړي. په ښكاره داسي ښكاري چي د پاكستان حكومت د پاكستان دخلكو او د پاكستاني ميډيا لخوا د ډير سخت فشار لاندي دي، خو په حقيقت كي داسي نده، آيي ايس آيي دا لوبه په ډيرمهارت لوبوي، آيي ايس آيي په دي پوهيږي چي په پاكستان كي د امريكا او نوري غربي نړي دهيوادونو سفارتونه د پاكستان رسني په ډير ځير څاري، نو آيي ايس آيي ددي مطبوعاتي كمپاين له لاري غواړي چي امريكا او نړيوال ائتلاف ته دا پيغام ورسوي چي ګواكي پاكستان د امريكا دبريد له امله د ډير سخت فشار لاندي دي، نو نور بايد داسي پيښي تكرار شي. دا كوم لومړي ځل ندي چي امريكايي پوځونه د پاكستان په خاوره كي دننه عمليات ترسره كوي، ترهګري سره د جګړي نه لاډير دمخه امريكايي پوليسود يوسف رمزي په نوم پاكستاني چي په امريكاكي د سي آيي اي د څو تنو په وژلو تورن وو، بي لدي چي پاكستاني سيمه ييز پوليس پري خبر وي، د پاكستان په خاوره كي دننه ونيو او امريكا ته يي يووړ، د سپتامبر د يوولسمي د پيښي نه وروسته په څو څو څل امريكايي پوځونو د پاكستان په خاوره كي دننه عمليات سرته رسولي، د باجوړ د پيښي نه يواځي يوه اوني د مخه امريكايي پوځونو د وزيرستان په سيدګي كلي بريد وكړ، خو پاكستان هيڅكله داسي غبرګون نه ووښودلي لكه څرنګه چي اوس د باجوړ د پيښي نه وروسته ليدل كيږي. ښكاري داسي چي آيي ايس آيي په دي پيښي ډير خواشيني دي، د آيي ايس آيي خواشيني د پيښي د انساني اړخ په هكله نده، دا دومره پراخ غبرګون لدي امله ندي چي ګواكي هلته ۱۸ كسان وژل شوي، د آيي ايس آيي د پټو دسيسو او توطئو له امله د هند په كشمير او په افغانستان كي په تيرو څو لسيزو كي په سل هاوو زره خلك وژل شوي اولا وژل كيږي به، د آيي ايس آيي د خواشيني اصلي لامل دادي چي په دي بريد كي د القاعدي د ډلي څو تنه ډير لوړ پوړي چارواكي هم وژل شويدي، په دي توګه يو خو د يوزرم ځل لپاره بيا ثابته شوه چي پاكستان كي ترهګر شته او پاكستان د ترهګرو د روزني، ساتني او پالني ځاي دي او بل دا چي په دي توګه په دي سيمه كي د القاعدي د اوپراسيون د څانګي ملا ماته شوه. د افغانستان په هكله د پاكستان ستراتيژي لا اوس هم توپير ندي موندلي، پاكستان اوس هم په دي هڅو كي دي چي د افغانستان په سياسي لوبو كي غوڅ او قاطع رول ولري، چي د افغانستا د ځواكمنتوب په صورت كي پاكستان ته په هيڅ توګه شوني نده ، نو بايد افغانستان كمزوري شي او د افغانستان دكمزروي كولو لپاره د پاكستان سره تر ترهګري او بنسټ پالني بله ښه وسله نشته، او كه امريكا په همدي توګه په قبايلي سيمو چيرته چي پاكستان خپل د القاعدي نازولي ميلمانه كړي، خپلو بريدونو ته ادامه وركړي نو هم به القاعدي ته دلته اوسيدل ګران شي اوهم د سيمي خلك دي ته اړ شي خپل دا نابللي ميلمانه له خپل سيمو وباسي، همدا اوس ډير داسي اوازونه پورته شوي چي د قبايلي سيمو نه د ترهګرو د وتو غوښتنه كوي. د پښتونخواه نامتو سياستوال اسفنديار ولي لا دمخه ويلي چي ترهګر د قبايلو ميلمانه، نه بلكي د پاكستان د حكومت ميلمانه دي، د پښتونخواه يو بل ليكوال په پيښور كي خپريدونكي پښتو ورځپاڼي وحدت كي په خپلي يوي ليكني كي وايي چي پر باجوړ بريد په قبايلي سيمو كي د ترهګرو د ساتلو پايله ده، ليكوال غوښتنه كړي چي بايد دا سيمي د ترهګرو نه پاكي شي ترڅو ددي سيمو بي ګناه اوسيدونكي دهغوي د شتون قرباني نشي. نو په پاكستان كي د اټوله واويلا لدي كبله ده چي آيي ايس آيي نه غواړي له قبايلي سيمو ترهګر ووځي، نيغ په نيغه خو نړيوال ائتلاف ته نشي ويلي چي د ترهګرو پرضد دلته عمليات مكوي ، خو غواړي چي نړيوال ائتلاف ته دا ورسوي چي ګواګي كه نړيوال ائتلاف په قبايلي سيمو كي خپلو عملياتو ته ادمه وركړي نو د پاكستان حكومت به د خپلو خلكو د سخت مخالفت سره مخ شي، نو پاكستان چي دا دومره كوكاري وهي دا ځكه چي سخت ګذار يي خوړلي. ", د باجوړ پيښه دپاكستان كوكارى 1150,," جلالزی = کابل استرالیایي خبري رسنیو نن لیکلي چه ښاغلی برندین نیلسون به ژر افغانستان ته سفر وکړي او هلته به له میشته استرالیایي سرتیرو نه لیدنه وکړي.  د دفاع د وزیر له خولي ویل شوي چه دی غواړي په افغانستا ن کښي له خپل افغان سیال سره هم خبری اتري وکړي .ښاغلی نیلسون د استرالیا نوی دفاع وزیر دی چه د خپل ټاکل کیدو وروسته افغانستان ته سفر کوي استرلیا څه باندي دوه سوه تنه سرتیري په افغانستان کښي لري چه د ایتلافي ټلوالي په چوکاټ کښي ماموریت پر مخ بیایي ",د استرالیا نوی دفاع وزیر به افغانستان ته سفر وکړي 1151,," جلالزی = کابل یوی پاکستانۍ محکمې یو افغان وگړي ته دپښې او لاس د غوڅیدا سزا واوروله خلیج تایمز خبري آژانس لیکي چه دا افغان وگړی عجب خان نومیږي او په سړي تښتونه او لوټوني د پاکستان دسرحد ایالت یوې محکمې مجرم وپیژندل ویل کیږي نوموړي په پیښور کښي یو سوداگر لوټلی وو او له هغه نه یې 320420 پاکستانۍ کالداري له ځان سره وړي وی په دې افغان وگړي د 500 امریکایي ډالرو نغدي جریمه او 5 کاله هبس هم لگول شوی دی د دې افغان وگړي د محاکمې په اړه تر دې مهاله افغان دولت خپل غبرگون ندی ښودلی ",يو افغان وګړي ته په پاکستان کښي سزا واورول شوه 1152,," په بريتانياکې دافغانانودټولنې دخواخوږى پيغام:به ډېره خواشينى موخبرترلاسه کړچې وتلى سياست وال خان عبدالولي خان، دپښتنودسترمبارزاوپياوړي سياست وال خان عبدالغفارخان زوى د٨٩ کالوپه عمرپه حق رسېدلې دى.په بريتانياکې دافغانانوټولنه په داسې حال کې چې دده مړينه يوه لويه ضايعه بولي دده کورنۍ خپلوانواو دوستانو سره په دې غم کې ځان شريک بولي اودلوي خداى(ج) له درباره ورته صبرجميل غواړو. په ډېردرنښتدټولنى مشرکارواني ",په بريتانياکې دافغانانودټولنې دخواخوږى پيغام: 1153,," د عراق د پخواني ديکتاتور صدام محاکمه نن له پيل څخه څو شيبې وروسته هغه مهال ګډه وډه شوه چې د صدام ناسکه ورور برزان تکريتي له سالون څخه وووت . په خبرونو کې راغلي چې صدام دمشر قاضي رووف رشيد عبدالرحمن دغوښتنې څخه وروسته د محاکمې سالون پريښود . صدام قاضي ته وويل زه غواړم له سالون څخه بهر شم او قاضي ورته وويل تاسو کولاۍ شئ ناسته پريږدئ . صدام وويل ٣٥ کاله مې ستاسو حقوق ادا کړل او ته ماته اجازه نه راکوې چې له سالون څخه ووزم ؟قاضي ورته ويل زه قاضي يم او ته يو تورن او بايد له ما څخه اطاعت وکړې . له دې نه وړاندې د صدام ناسکه ورور برزان تکريتي د قاضي په لارښوونه له سالون څخه وتلۍ وو. دصدام د محاکمې ناسته نن د عراق په ١١:٢٥ بجو پيل شوه . ",دصدام د محاکمې ناسته نن ګډه وډه شوه . 1154,حقمل," د حماس اسلامي غورځنګ يولوړرتبه مشر محمود الزهار له انګليسي ورځپاڼې سانډې تلګراف سره په مرکه کې ويلي ، قصد نه لري اسرائيل په رسميت وپيږني. ده ويلي موږ کولائ شو له اسرائيلو سره اوږدمهاله اوربند وساتو . ده وويل غربي نړۍ زموږ څڅه بايد ونه ډاره شي . موږ دکتنو کانالونه لرو ، موږ تل کتنې کوو .همداشان ده ويلي غله او جاوسوسان بايد له موږ څخه وبېريږي، غله هغه څوک دي چې زموږ ځمکې يې را څخه غلا کړې دي. ",دحماس مشر : اسرائيل په رسميت نه پيږنو . 1155,," ع : نورزي هلمند   دهلمنددنهرسراج ولسوالۍ دماليګيرپه سيمه كښي تيره شپه نامعلومووسلوالو يومنځنى ښونځى سوځيدولی  دي دهلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن صابروبېنواته وويل : چي دنوموړي ښونځي ټول لوازم كتابونه ، ميزونه ، څوكۍ اودودانۍ كړكۍ هم سوځيدلي دي .   داپه داسي حال كښي چي وړمه شپه هم ددغه ولايت په ناوې ولسوالۍ كښي دري ښونځى سوځيدلى وه .   ",په هلمند كښي تيره شپه يوښونځى سوځيدلى دي 1156,حقمل," د افغانستان د بدخشان ولايت دمرکز فيض اباد او نورو ولسواليو ترمينځ د دوو ورځو پرله پسې واورې د سخت اورښت له کبله لارې د ترافيکو پر مخ تړل شوي دي او ددغه لايت دوه تنه اوسيدونکي مړه او ٦ تنه ټپيان شوي او يو شمير کورونو ته زيان رسيدلۍ دى. ددغه ولايت په يو شمير سيمو کې د واورې اندازه له نيم متر څخه جګه شوې او له لرې پرتو سيمو څخه د مرګ او ژوبلې رپوټونه د لارو د تړل کيدو له امله نه شي ترلاسه کيداى . د سالنګ د لويې لارو د ساتنې چارواکو هم له موټر چلونکو څخه غوښتې چې د شپې له خوا دې پر دغه لاره سفر نه کوي.د هېواد يو شميرې نورې سيمې هم ډيرې واورې ځپلي او لارې يې د ترافيکو پر مخ تړلي دي. ", په بدخشان کې مرګ او ژوبله اوښتې . 1157,حقمل," د ائيتلافي ځواکونو په يوه خپره شوې پاڼه کې راغلي چې د جرمني هېواد د افغانستان دملي اردو او پوليسو سره د لس زره ٩ ملي متره والټر تومانچو مرسته کړې ده چې نيمايي يې د ملي اردو او نيمايي يې د پوليسو په واک کې ورکړل شوي دي. ",جرمني له افغانستان سره د١٠ زره تمانچو مرسته کړې . 1158,م. کريم نوښتګر ، پکتيا," تا خو ډک  منګى له  سپينو اوبو  يوړو زۀ له وصله خالي کسي تر خپل در وړم   کوم يوۀ ښکلي رانه درې  توري  غلا کړي دغـه توري به زۀ بيــا په کوم هـــــنر وړم   ستا د زلفو او شمال د جنګ   سنـــدره! اوس په غرۀ کې له شڼاره د نښــتر وړم   په فطرت دې زما داسې شراب څښلي چې نشه يې لا تر اوســــه  سر په سر وړم   که د نورو تحــــفو  وس مې نه  رسېږي خوږه ياره تر لـيدو دې خوږ نـــــظر وړم   له  ازله  مــې  همـــدا  ډالۍ  منــــــــــلې ته لونګ وړه زۀ به غشي په ټــــــټر وړم   که په رنګ کې د بلال سکـنى ورور يم فيصلو د زمـانې ته سپـين نـــــــظر وړم   ما د چا له  باغ دانه  نه  ده خـــــــــوړلې مات وزر مې له ماليار نۀ له شمر وړم   يوه ورځ به په يو بل کـې نه ښـــکارېږو بس تر پامه دې جـانانه  دا خـــــــبر وړم   د سـپوږمۍ په رڼا درومي تر مـــــــنزله داسې وخت ته به ساتلى نوښـتګر وړم   د پورتني شعر  په دريم بيت کې لۀ درې توريو څخه  ز _ ړ _ ۀ ،  ته نغوته شوې ده ",پام 1159,نوښتګر، پکتيا," زمــانې خدازده بيا څه کوډې راوکړې هره خوا راته خپل ګور او کفن ښکاري   ستــا يادونـو سـره لاړه مېلــمنه شــوه زما د اوښــکو قافـله  په لمن ښــکاري   ماته نيمه سترګه خوب  د اوربل لاندې د ټول عــمر د غــمونو دفن ښــکاري   ستا له لپـــې غړپ اوبو ته انــتظار دى زېړې پاڼې مې د  زړۀ پر چمن ښکاري   نور څــه نلري فقـــير د زمـانــې دى نوښتــګر سـتا پۀ غمو  نو ښتمن  ښکاري   ",غزل 1160,د لندن او سويډن ټولني," ",د سويډن او لندن څخه د خان ولي خان په وير پيغامونه 1161,ننګيالی بڅرکی," په خواشينۍ سره موخبرترلاسه کړچې دپښتنويوسترمشردآزادۍ دلارې مبارزدخدایي خدمت ګارانودډلې وتلې څېره اودملي عوامي ګوند مشرخان عبدالولي خان د89کالوپه عمر دمغزي سکتې په وجه په 26- 1- 2006- په حق ورسيد . (روح دې ښادوي).محترم خان عبدالولي خان ديونامتو مبارزپه څيرداستعماراوښکيلاک په مقابل کې خپل ټول عمرپه ميړانې تيرکړی دی. هلې ځلې اومبارزې يې کړي دي اودژوند ترپايه يې دخپل پښتني ولس خدمت کړی دی، خان صاحب دخپلومبارزوپه درشل کې دراز،رازستونزوسره مخامخ شوی دی ، ولي دمقاومت توره يې نه ده ايښې اودژوند ترپايه يې دخپل مبارزاوراهبرپلار په څيريې خدمت اوخپل ولس ته لارښوونه کړيده ، خان صاحب دخپل مرحوم پلار خان عبدالغفار خان لاره په پښتني همت سره تعقيب کړيده اوپه خورا ښه ډول يې دخپل پلار نه وروسته پښتني ملت په ځانګړي توګه بره پښتونخوايې راهبري کړيده . داچي خان صاحب نن زموږپه منځ کې نه شته دايوه ډيره لويه غميزه ده اوځای يې خالي دی اميد دی چې نوی نسل نوموړی ځای بيرته ډک کړي . خودخان صاحب يادبه دپښتون ولس سره هميشه وي .دخان صاحب حق پرموږډيردی خو دده په مړينه دغه دويرآواز زما ترخوله را وتلی دی .اوزه فکرکوم چې خان عبدالولي خان دنړيوال شخصيت په څيرپه يوه کورنۍ اويوه قوم پورې نه وو تړلی بلکې هغه يونړيوال سترنامتوايډيالوژيک مشروو . ننګيالی بڅرکی           ( ويرنه )دجمرود څپې شوې غلې اباسيند ولويدله جوشه دجيلم خروښ سړيږي ارغنداب سوپه کوکارودهلمند ګريوان سو څيريترنک ولود له زورهآمــــــو غږ پرپا ميروکړچې غږ وکړه خپل په زوره ولې زموږله منځه تللیجنازه يې ځي له کوره دسپين غره په سلسله کېماتم جوړدی کورپه کوره پښتانه هک پک حيران دي دآمــوڅه تـــراټکـــــــه هم په لـــره هم په بـــره هم په کښته هم په لوړهدهــــراته تـــــــرخيبره زرغون ژاړي په کوکاروبابا ولاړ ايتيمان دي کابل خپل ګلان وروړي جنازې ته يې روان ديافغانان په ويرشريک دي پيښوريان که کندهاريان ديننګيالی بڅرکی هوډ کړيستاشعاربه زماشعاروي   ",هالنډ : داحمدشابابا دکلتوري مرکز د خواخوږۍ پيغام 1162,حقمل," قندهار والې اسدالله خالد لنډې خبرې ناستې نن مازديګر وويل : په تيرو دوو ورځو کې يې ٩ تنه شکمن چې ٢ تنه بهرنيان دي په قندهار کې نيولي دي . په نيول شويو کسانو کې ٢ پاکستانيان دي چې په اردو ژبه خبرې کوي . خالد وايي له دوى څخه يو شمير سندونه او چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي .له دغو کسانو څخه پوښتنې د زياتو معلومات ترلاسه کولو په مخه روانې دي. ٧ تنه افغانان دي اوټول نيول شوي کسان د افغانستان له بهر څخه راغلي دي.دى وايي نيول شويو کسانو نيت درلود چې ځانمرګي بريدونه ترسره کړي . دقندهار والي په دغه لايت کې د نوي پوستو دجوړولو او د ګزمو د زياتوالي خبره هم وکړه چې د لاښه امنيت په موخه ترسره شوي. ",قندهار والي : ٩ تنه شکمن کسان نيول شوي . 1163,حقمل," امريکايي چارواکو منلې چې يو وزرFA هورنت ١٨ جنګي الوتکه يې د يکشنبې په ورځ داسترليا په اوبو کې لويدلې ده. د الوتکې پيلوت له مرګ څخه ځان ژغورلۍ او امريکايي ځواکونو به بيړه سره له اوبو څخه ايستلۍ دى . ويل کيږي دغې الوتکې ٣٧ ميليونه ډالر بيه لرله .د الوتکې د غورځيدو لامل نه دى څرګند . ",يوه امريکايي الوتکه داستراليا په اوبوکې غورځيدلې. . 1164,حقمل," د يکشنبې په ورځ د چين د لينژو ښار د نيکي په سيمه کې د اورلوبو په يو پلورنځي کې د اورلګيدنې په چاودنه کې ١٦ چينايانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.په دغه يېښه کې يو شمير نور ټپيان شوي هم دي .چينايانو د يکشنبې ورځ چې د نوي کال لومړۍو رځ يې وه په دوديزوميلو، نڅاوو او اورلوبو ونمانځله . ",د چين په اورلوبو کې ١٦ تنه مړه شول . 1165,ننداره,"   له پېښوره دنندارې راپور : دافغانستان دنوموړي ليکوال استاذ سعدالدين شپون د سمڅې ياران ناول اردو ژبې ته د ياران غار په نامه وژباړل شو -دغه ناول د کوزې پښتونخوا يوځوان چې پخپله شاعر او ژورنالست دى ،ژباړلى او په خپل مصرف يې خپور کړى دى -کتاب هماغه رنګه ټايټل لري چې دسمڅې دياران په ناول کې کارول شوى دى -دغه کتاب تازه له چاپه راوتلى اودچاپ چارې يې ددانش کتابتون له خوا ترسره شوي دي - په کتاب ځوان افغان شاعرنجيب عامر ليکل کړي چې په ترڅ کې يې د استاذ شپون دليکنې تر څنګ دراشد خټک کار هم ستايل شوى دى -دښاغلي عامر په اند استاذ شپون دپاکستان دګلالي کيسه ليکونکي سعادت حسن منټو او د نامتو هندي ليکوال خوشونت سنګ دکچې ليکوال دى او د اردو ژبې لوستونکي به ارو مرو د افغانستان دغه ناول خو ښوي - راشد خټک وايي چې داردو نه پس به اوس دغه ناول انګليسي ژبې ته هم ژباړي او ترڅنګ يې دښاغلي شپون نور ناولونه به هم ډېر زر اردو او انګليسي ژبو ته واړوي -نوموړى هم داراز وايي چې دپښتو هنري اثار اوس ددې جوګه ګرځيدلي چې بايد نورو ژبو ته واړول شي - تردې مخکې افغانستان کې د نور محمد ترکي او پاکستان کې د طاهر افريدي ناولونه داردو ژبې ته ژباړل شوي دي ، هم داراز دافغانستان او دپښتونخوا د يو شمير پښتنو ليکوالو لنډې کيسې هم اردو ته اړول شوي دي - ",داستاذشپون دسمڅې ياران اردو ته وژباړل شو 1166,حقمل," خوست : په هغه درنده چاودنه کې چې نن سهار وختي د خوست ښار د ننه د نجونو يوې ښوونځۍ ته نيږدې وشوه چاته مرګ او ژوبله نه ده رسيدلې مګر ډير مالي تاوان يې رسولۍ دى . د خوست امنيتي چارواکو د پېښې په تور ٣ شکمن کسان نيولي دي .ددغې چاودنې پړه تراوسه چا په غاړه نه ده اخيستې.سيمه د پوليسو له خوا کلابند شوې ده او خپلې پلټنې يې پيل کړې دي. ",په خوست کې چاودنه شوې . 1167,,"   عیني شاهد عبدالواسع انتظار بینوا خبریال ته وویل چې تیره ورځ دکابل-جلال اباد په لویه لاره دیوې ډبرې دښویدو لامله دکرولا ډوله موټر ناستې ټولې پنځه سوارلۍ ووژل شوي خو عیني شاهد وایي همدومره مړي یې ولیدل. انتظار وایي موټر بیخي له منځه تللی وه پخپله یې وینې اومړي ولیدل چې لا دسړک په غاړه پراته ول. دجلال اباد کابل پرسړک دالومړی ځل دی چې دا ډول پیښه رامنځته کیږي خو دترافیکي پیښو خبرونه تر ې تل اوریدل کیږي. ",په ماهیپر کې یوې ډبرې شپږ تنه ووژل. 1168,عبدالواسع انتظار,"   هغه الفت هغه خادم هغه رښتین مو څه شو هم بینوا هم حبیبي دزړه تسکین مو څه شو چې افتخار و دافغان خاورې ملت لپاره پوهاند رشاد غوندې دگلونه نیازبین مو څه شو دوی شپه او ورځ په ځان یو کړې وه ملت لپاره دامئینان دخپلې خاورې او د دین مو څه شو په سترگو نه وینمه هغه مئینان دخاورې ورپسې ړوند شومه دسترگو هغه سپین مو څه شو څنگه به نوي بختوره د""افغان"" له نومه لوی نابغه دشرق دخاورې بهترین مو څه شو مونږ دپردو فکر محصول یو دسبا لپاره په خپلو مټو مو باور هغه یقین مو څه شو ولې دحق او دباطل په منځ کې فرق نه کوو سترگې مو ولې پټې شوي دي حقبین مو څه شو ای"" انتظاره"" لږ ددې خاورې عزت لپاره هغه اعزاز هغه وقار او افرین مو څه شو ",رښتین مو څه شو 1169,حقمل," د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزير نوازشريف په عربستان کې له پنځه کلن تبعيد وروسته پرون مازديګر لندن ته ورسيد . نوازشريف پنځه کاله وړاندې د جنرال پرويز مشر ف له فوځي کودتااو دخپل حکومت له ړنګيدو وروسته عربستان ته تبعيد شو . لندن ته د ده دسفر موخه نه ده څرګنده شوې. د لندن د هيترو هوايي ډګر کې دنوازشريف هرکلي ته د ده ٣٠٠٠ پلويان راټول شوي وو . ده په دې وروستيو کې ويلي وو نه غواړي داسې پاکستان وويني چې فوځيان يې اداره کوي. ",نوازشريف لندن ته رسيدلۍ . 1170,حقمل," دهغې تړون له مخې چې د روغتياد وزير او د يوې کوريايي موسسې ترمينځ نن په کابل کې لاسليک شو ، کوريا ٣٧٠ زره ډالر مرسته له دغه وزارت سره د ابن سينا روغتون د جوړولو د طبي پرسونل د روزنې او وسايلو په موخه وکړه . دغه روغتون په بشپړه توګه د جګړو په دوران کې د نجيب د رژيم له ړنګيدو ورسته وران شو . دروغتون دبيا جوړولو له پاره ١٠ ميلون ډالرو ته روغتيا وزارت ضرورت لري . ",کوريا د روغيتا له وزارت سره مرسته وکړه . 1171,حقمل," تير شپه د اسلام اباد په ١٠٠ کيلومترۍ د جهلم په سيمه کې د پاکستان يو مسافر وړونکۍ ګاډى له پټلۍ ووت چې په کې ٦تنه مړه او ٤٠ تنه نور ټپيان شول .د پاکستان يولوړپوړي چارواکي اسحق خاکواني ويلي ممکن په دغه پېښه کې د ترهګرۍ لاس وي . اورګادي د راولپنډۍ څخه ٦٧٠ مسافر لاهور ته ليږدول چې څلور واګونه يې سيند ته ولويدل .د مړو او ټپيانو شميره ممکن ډيره شي . ",يو پاکستانۍ اورګاډۍ چپه شو . 1172,حقمل," هندي چارواکو نن د هند په شرقي سيمه کې د اوريسا ايالت د بالاسور په سيمه کې د اکاش توغندۍ توغولۍ دى . د اکاش توغندى ٥ متره او ٦٠ سانتي اوږدوالۍ او ٧٠٠ کيلوګرام وزن لري. دوې ورځې وړاندې هم هند دوه ځلې د اکاش توغندي ازمايلي وو ، چې پايلې يې خپرې نه شوې. ",هند يو ځل بيا د اکاش توغندۍ و ازمويا . 1173,حقمل," د عربستان پاچا عبد الله عبد العزيز ال سعود نن د يو دوه ورځني سفر له پاره د ماليزيا پلازمينې ته ورسيد. په دغه سفر کې به له خپل سيال سراج الدين سيد جمال او دماليزيا له لومړي وزير عبدالله احمد بداوي سره وګوري او د سوداګرو يوې ناستې ته به وينا وکړي. همداشان ددواړو هېوادونو د مشرانو ترمينځ به په علمي ، فرهنګي او لوړو زده کړو په ډګر کې يو شمير تړونونه لاس ليک شي. ددغو دوو هېوادونو ترمينځ د سوداګرۍ د راکړې ورکړې کچه يو ميليارد ډالرو ته رسيږي . ",د عربستان پاچا ماليزيا ته ورسيد . 1174,حقمل," ټاکل شوې ده د افغانستان له پاره په لندن کې جوړيدونکې ناسته د سه شنبې په ورځ د نړۍ د څه ناڅه ٧٠ هېوادونو دمشرانو او ستازو په ګډون پيل شي . دغه ناستې ته د افغان ولسمشر ، دولسي او مشرانو جرګې مشران او يو شمير غړو اود افغان خبريالانو دډلې په ګډون ٢٠٠ افغانان اود نړۍ د يو شمير هېوادونو استازي هم لندن ته رسيدلي دي. په دغه ناسته کې به د ملي ودې او دافغان حکومت پر پنځه کلن پلان بحث او خبرې وشي او له دې نه وړاندې امريکا، ډنمارک او المان تيارۍ ښودلۍ چې له افغانستان سره به دپام وړ خپلې مرستې په دغه ناسته کې اعلان کړي. افغانان سترګې په لار دي چې د لندن ناسته به ددوى په ژوند کې څه ډول بدلون راولي. ډيره افغانان ددولت له تيرو کړونو ناخوښي دي او وايي چې نړيوالې مرستې په ناسمه توګه کارول شوې . ډيره يې تور لګوي چې بيا هم دې غوڼدې ته همغه پخواني غله ورغلي دي او يو ځل بيا به د نړيوالو مرستو ډيره برخه په خپلو جيبونو کې واچوي. افغان ولسمشر به هڅه وکړي ترڅو مرستندويه هېوادونه دې ته وهڅوي چې خپلې مرستې د حکومت له لارې ولګوي . همداشان ټاکل شوې ده نن ولسمشر کرزي او د امريکا دبهرنيو چارو وزيره په يو ګډ کنفرانس کې برخه واخلي . ويل کيږي د عدليې او دنيشه يي توکو افغان وزيران به هم د خبري ناستو له مخې نن خپلې غوښتنې بيان کړي ",د افغانستان له پاره د لندن ناسته سبا جوړيږي. 1175,حقمل," د مشرانو جرګې لمړۍ مرستيال حامد ګيلاني او دولسي جرګې دويمه مرستياله فوزيه کوفي د امريکا د ولسمشر جورج بوش په بلنه د هغه هېواد په لور روان شول .دوى به په هغه غونډه کې ګډون وکړي چې دبوش د کلنۍ وينا د اوريد په موخه هرکال په امريکا کې جوړيږي. همداشان دولسي او مشرانو جرګو مشران لندن ته تللي ترڅو د لندن په ناسته کې کډون وکړي. ",د ملي شورا پلاوۍ امريکاته روان شو . 1176,حقمل," ددفاع وزارت چارواکو ويلي چې په قندهار کې يې دطالب اورپکو يو جګپوړۍ قوماندان د ملا جانان په نوم نيولۍ دى. نيول شوى قوماندان اوس مهال د ملي اردو ځواکونو له ځان سره ساتلۍ او د زياتو تحقيقاتو له پاره به يې د ملي امنيت چارواکو ته وسپاري. همداشان د زابل ولايت د ميزانې په ولسوالى کې هم دولتي سرتيرو يو طالب نيولۍ دى . ",افغان چارواکو يو طالب قوماندان نيولۍ . 1177,," ", 1178,عبدالبصير مياخيل," د باجوړ پيښه د پاكستان كوكاري – غلام جيلاني ځواك ته !كله چي دفتر ته راغلمه نو د تير وخت په څير مي اول خپل كمپيوټر ولګوه ،او بيا مي د ټولو نه اول بينوا ويب پاڼه او همداغسي نوري د پښتو ويب پاڼي خلاصي كړي او په ليدلو يي بوخت شوم. د ټولو نه اول مي په بينوا ويب پاڼه كي په علمي څيړنيز تحليلونو بخش باندي پيل وكړ ،په دي بخش كي يو مضمون چي د (باجوړ پيښه د پاكستان كوكاري) مضمون مي تر سترګو شو او عاجل يي په مطالعه بوخت شوم ،د مطالعه نه وروسته مي دا د طمعه پيدا شوه چي زمونږ په هيواد كي داسي روشنفكران ،فرهنګپالان ،اديبان ،تحليلګران او ليكوالان شته چي نه د هيواد دننه بلكي د هيواد څخه بهر هم تحليلونه او څيړني كوي ،او بيا په تيره د پاكستان په اوسني فعاليت ،سياست او پاليسي باندي تحليلونه او څيړني كوي ،ډير د خوشحالي ځاي دي ،زه ډير زيات فخر كوم په داسي تحليلګرانو باندي چي د پاكستان روان سياست او پاليسي څيړي او زموږ د خوږ هيواد ملت د داسي پاليسي او سياست څخه خبروي چي پاكستان په منطقه كي څه غواړي چي وشي او څه نه ؟خو په هر حال را به شو هغه تحليلګرانو ،اديبانو ،فرهنګپالانو او ليكوالانو ته چي مونږ يي په دغه سپيڅلى خاوره كي ډير داسي كسان لرو چي د هغوي شميره او د هر يو نوم اخيستل يو ناممكنه خبره ده ،زه به يي دلته صرف د دوه كسانو نومونه ذكر كړم چي هغوي بي انتها زيات زيار خپل وطن ،قوم ،ولس او ژبي ته ايستلي دي ،او بل څوك يي دي ته نه دي پريښودلي چي زمونږ په وطن ،ژبه او فرهنګ باندي يرغل وكړي او تل يي زمونږ ولس ددي نه با خبره ساتلي چي زمونږ ګاونډي هيوادونه زمونږ په اړه څه پاليسي اختيار كړي او ولي يي اختياروي ،او څوك زموږ په داخلي چارو كي لاسوهني كوي ،تل بايد ددغه دو كسانو په څير نور تحليلګران دي ته و هڅوه چي دغسي علمي څيړنيز تحليلونه په تيره بيا د دغه يرغلګرو (پنجابيانو) په باره څه وليكي او دغه درديدلي ملت ته يي وړاندي كړي چي په دي وپوهيږي څوك زمونږ اصلي دښمن دي ،او څوك نه غواړي چي افغانستان يو با ثبات ،خپلواك ،آزاد او پر مختللي هيواد جوړ شي.را به شوه هغه دوه تحليلګرانو ته چي مونږ او تاسو يي روزانه په بينوا ويب پاڼه كي د دوي مضمونه ،مقالي ،علمي څيړنه بلكي اشعار لولو او پند تري اخلو ،د مثال په ډول يي دلته زه د يو څو مقالو او مضمونونو عنوانونه ليكم نو تاسو به يي پخپله وپيژنۍ چي دا تحليلګران او ليكوالان څوك دي. (د باجوړ پيښه د پاكستان كوكاري) ،(پاكستان ،ترهګري او بنسټ پالنه) ،(حكومت او پارلمان د ستر ازمايښت په لور) او (د جنرال پرويز مشرف اغزن خوبونه) د مقالو عنوانونه يي ښه بيلګي دي ، اوس خو به مو دغه دوه تحليلګران پيژندلي وي ؟ او ! همدا دي هر يو ښاغلي غلام جيلاني ځواك او محترم وحيد سپين غر چي نه يوازي دبينوا ويب پاڼي له لاري د خپلي مورني ژبي او ملت خدمت او درنښت پرځاي كړي بلكي دوي د يو ښه اخلاقو ،سپيڅلي او فخر افغان زلميان دي چي هر وخت يي د خپلو ادبي او فرهنګي دوستانو او همكارانو بي شانه درنښت او احترام ساتلي دي. نه يوازي دوي بلكي ددوي په څير نور هم ډير داسي وتلي تحليلګران لرو ،خو لكه څرنګه چي تاسو ته ما مخكي وويل چي د هغوي نومونه اخيستل ډير مشكل كار دي او انشاالله د هغوي په اړه به نور هم مونږ په آينده كي ليكني وكړو تر څو هغوي دي ته وهڅوه چي دغه سپيځلي خاوره لا زيات زيار ته ضرورت لري او د محترم غلام جيلاني ځواك او محترم وحيد سپين غر پشان خپل تحليلونو ته دوام وكړي. په سپيڅلي مينه او درنښتستاسو ورورع ب – مياخيلكابل ،افغانستان۱۱ دلو ۱۳۸۴ ",د بېنوا پاڼي دوو سپېڅلي تحليلګرانو ته ! 1179,محمدحسن حقيار - کابل," محمدحسن حقيار په تېرو ورځو کې پژواک خبري آژانس  ډېر يو دردونکى خبر خپور کړ داسې له غمه ډک خبر چې په اورېدلو به يې دهر با احساسه انسان غونې زيږه شي او له خفګانه به يې پر بدن خولې راماتې شي، دخبر لنډيز په دې ډول دى چې دوه کاله وړاندې په بغلان کې يو څلوېښت  کلن سړى له يوې ښځې سره په زنا تورن شو. په زنا تورن سړى له دوه کالو راهيسې دڅرخي پله په زندان کې تر توقيف لاندې دى، خودښځې خپلوانو ددې تورن سړي پنځه کلنه لور چې اوس اوه کلنه ده په بدو کې راوستې ده  اودا دوه کاله يې پرلپسې ډول  اوړى ژمى په باد او باران کې په واورو اويخنۍ کې په ګرمۍ او توپانونو کې له نورو حيواناتو سره په طبېله کې تړلې ده ددې ددوو کلونو په موده کې پر دې معصومې کوچنۍ هغه ظلمونه شوي، هغه ډول تعذيبونه او شکنجې ورکړل شوي دي چې له  دې کوچنۍ سره په اخور تړلي حيوانات يې په انسانيت پورې خندولي، او دانسان پر لاس خپل هم ډول (انسان)  ته سزا ورکولو ته يې حيران کړي دي . دا معصومه له وهلو ډبولو پرته په سيخانو داغل شوې ده، وږې تږې ساتل شوې ده دناروغۍ پر وخت درمل نه دي ورکړل شوي،دومره ځورول شوې  او ځپل شوې ده چې يواځې بڼه يې انسان ته ورته ده او نوره ديو خوځنده نقش، رسم اوکارتون په څېر ده ،وچه  کلکه زېړه زبېښلې، تردې چې دپژواک خبري اژانس له خبريال سره يې دخبرو حوصله هم نه درلوده. په پاى کې ددې انسان ته ورته وحشي چې دا انجلۍ يې دوه کاله په دا ډول بند کې ساتلې وه ګاونډيانو دپوليسو ماموريت  ته خبر ورکړ چې هغوى نجلۍ له بند څخه خلاصه کړې خو دکور غړي اود طبېله يي زندان خاوندان پر تېښته بريالي شوي دي . داسمه ده چې جرم او جنايت په هر وخت او هر ځاى کې کېږي، خوالله (ج )دوخت حاکمان په دې مکلف کړي دي چې دجرمونو، جنايتونو ، ظلمونو او تېريو مخه ونيسي، له ظلمونو، جرمونو، تېريو او نارواوو څخه دټولنې دخوندي کولو لپاره يې لارې چارې ښودلي اوداسې تدابير يې معرفي کړيدي چې که حکومت او نظام يې په ر ښتونې توګه عملي کړې نو دجرمونو او جناياتو ګراف به  تر ډېره کچه راټيټ شي اوکه خداى (ج) مه کړه بيا هم چا دالله (ج)  حدود  او دالله  (ج) درالېږلي اساسي قانون (قرآن او اسلامي شريعت)  په رڼا کې داسلامي حکومت لخوا جوړ شوى  قانون تر پښو لاندې کړي او جرم او جنايت  وکړي نو بيا الله (ج) دې مجرم ته دسزا ورکولو لپاره هم قانون او تګلاره ټاکلې ده، هر جرم ته يې دجرم حجم او زيان ته په کتنې سره مناسبه سزا ټاکلې ده. اودسزا موخه هم يواځې دمجرم جسمي تعذيب نه، بلکې دمجرم او ټولنې دواړو روحي او جسمي تذکيه ده. يا په بله وينا، مجرم ته دسزا ورکولو ستره موخه داده  چې هم مجرم او هم ټولنه عبرت واخلي چې په راتلونکي کې جرم اوجنايت ته زړه ښه نه کړي اوټولنه د رزايلو  پر ځاى فضايلو ته مخه کړي . الله ( ج ) فرمايي چې  کله مجرم ته سزا ورکوئ نو دسزا ورکولو په  وخت کې نور مسلمانان هم راوغواړئ چې له ده څخه عبرت واخلي : (( او ددوى دعذاب دليدلو لپاره يوه ډله مسلمانان راوبولئ .)) سورت النور همدا راز شريعت او د افغانستان اساسي قانون دواړه وايي چې هيڅوک هم دبل په ګنا نه نيول کېږي  اودجرم سزا بايد خپله مجرم  وويني. نو چې کله  داسې ده نو بيا په افغانستان کې ولې يوه پنځه کلنه معصومه دبل په ګناه نيول کېږي، دا چې ددې معصومې پلار  به په رښتيا هم دا ګناه کړې وي او که نه آيا دى مجرم دى او که متهم ، له دې سره زموږ کار نشته خوکه فرض کړو چې نوموړى مجرم دى نو بيا دکوم شريعت، کوم قانون، کوم منطق کوم دوداو دستور له مخې ديو عاقل او بالغ څلوېښت کلن سړي چې دعمر دامرحله دعقل دپوخوالي او رشد او دځوانۍ وروستى پړاو دى دجرم سزا يوې  بې ګناه، معصومې، ناخبرې پنځه کلنې کوچنۍ  ته ورکول کېږي . او که فرض کړو چې همدا پنځه کلنه کوچنۍ ګناهګاره ده نو آيا ددې ګناه سزا دا ډول ده لکه دې کوچنۍ ته چې ورکول شوه ؟لکه وړاندې مو چې وويل مجرم ته دسزا ورکولو عمده غرض مجرم او نورو ته عبرت ورکول دي نوآيا ديوه په ګناه بل ته سزا ورکولو باندې او بيا دې ډول معصومې ته په دارنګه سزا ورکولو دشريعت دا غرض ترسره شو  ؟ چې ځواب هرومرومنفي دى نو له دې شرعي مسئلو څخه روښانه شوه چې له دې کوچنۍ سره ډېر ظلم او تېرى شوى، دا نجلۍ له وهلو ټکولو، داغلو بر سېره چې سزا يې په شريعت کې قصاص ده له مدني حقوقوبې برخې کړل شوې،دازادۍ  حق يې سلب  شوى له بشري حقوقو محرومه کړل شوې ده چې دا هره برخه يې ځانته په شريعت کې ټاکلې سزا لري، دقاضيانو په وينا، په دې قضيه کې حق الله  (ج)او حق العبد دواړه تر پښو لاندې شوي دي. نو حکومت که په رښتيا هم پرخپل ولس او پر مظلومو زړه سوى ولري نو دنورو دعبرت لپاره بايد دې شخص ته درنه سزا ورکړي ځکه چې نوموړي تن دې کوچنۍ ته له سزا ورکولو پرته  دبشريت اوانسانيت سپکاوى کړى اودوه کاله يې يو انسان هغه هم بيا معصومه کوچنۍ نجلۍ چې پخپله هم ټوله عاطفه او لطيفه جسم ده له حيواناتو سره په طبېله کې تړلې ده سره له دې  چې  پلار يې هم بندي او دوسيه به يې حتماً تر کار او څېړنې لاندې وي .بله ديادونې وړ خبره داده چې که دې سړي رښتيا هم ددې بل دکورنۍ له غړې ښځې  سره زنا کړې وي نو دلته خو يواځې فاعل (سړى)  مجرم نه دى ،بلکې مفعوله (ښځه) هم په مساوي ډول مجرمه ده   نو ولې ټوله پړه پر سړي اودهغه پر کورنۍ اچول کېږي او بيا مجرمينو ته دجرم سزا ورکول خو دهر چا کار نه، يواځې دحکومت کار دى ولې هر چاته وخت ورکړل شي چې قانون په خپل لاس کې ونيسي خپل ځان هم مقننه هم قضائيه اوهم  اجرائيه قوه کړي ،بنديخانه يې هم کور او بيا په ځانګړي ډول طبيله وي، فيصلې هم خپله کوي، سزاګانې هم خپله ټاکي او تطبيق يې هم پخپله کوي . رښتيا خبره داده چې دا هر څه دحکومت اوادارې دکمزورۍ او بې تفاوتۍ له لاسه کېږي او ښايي په ځينو مواردو کې په خپله مجرمينو ته لارښوونه هم شوې وي،  چې په دې پېښه کې هم دا ګومان کېږي که نه ، نو څنګه ممکنه ده چې پوليس دې پټ خبر شي او پر کور دې پټه چاپه واچوي. خو بيا دې هم د کورنۍټول لويان او کوچنيان په خير او خيريت وتلي وي او يو تن دې هم ونه نيول شي . له دې څخه ښکاري  چې تر کاسې لاندې نيم کاسه ده او پر دې کور تر چاپې وړاندې د چا لخوادوى ته خبر ورکول شوى چې مخکې تر مخکې ځان خوندي کړي. او خبر ورکوونکى هم داسې څوک دى چې دچاپې له وخت او ټولې عملي طريقې څخه خبر دى .       نو حکومت عملي ګامونو ته اړ دى ،اداري اصلاحات هم ضرور دي او دنظام جوړول هم ضرور دي، مجرم ته سزا ورکول هم په کار دي اودجرمونو دمخنيوي لارې چارې هم بايد عملي شي . که  حکومت دزنا مخه نيول غواړي نو بايد چې تر دې د مخه دشرابو مخه هم ونيسي په ښارونو او بانډوکې دې دلوڅوالي او په تلويزونونوکې دې دسکسي  سندرو فلمونو اوپروګرامونو مخه هم ونيسي که نه نو ...       ", پر بشريت بوګنوونکى تېرى 1180, پوهنوال ډاکتر نظرمحمد سلطانزۍ (جرمني)," پوهنوال ډاکتر نظرمحمد سلطانزۍ (جرمني)  دايوڅرګند حقيقت دې چې  دطبيعي علومو  لکه فزيک ، کيميا، بيالوژي  ، رياضي  او همدارنګه ددرمل  ( طب ) پوهنې په څانګه کې په پښتو ژبه د کتابونو ليکل ديوې خوا دومره اسان کار نه دي او دبلې خوا دمسلکي ويو( لغتونو) او اصطلاحاتو دژباړې په اړوند  ډيرې ستونځې شته دي. ددې لپاره چې د پښتنو ساينس پوهانوتر منځ  دنورو ژبو په تيره بيا  لکه عربي ، فارسي ، انګليسي ،جرمني ژبې څخه مسلکي اصطلاحات په پښتو ژبه  داسې واړول شي چې  په ټول هيوادکې  واحد او منل شوي ترمينو لوژي ولري  نودافغاني ساينس پوهانو تر منځ يو ډله ايز کارته  دانتر نېټ  له لارې ډير ضرور ګڼل کيږي.  دنوموړې موخې لپاره هيله ده چې د بېنوا په وېب باڼه کې  د اکسېل  ٍExcell يو جدول جوړشي چې هلته هرپښتون ساينس پوه دخپل فکر او پوهې سره سم دمسلکي ويو وړانديزونه وکوي.  دبيلګي په ډول د نتېجې په ځاې بايد پايله وليکل شي اوداسې نور. څرنګه چې ما پخپله هم په دې اړونددطبيعي علومو پښتو ويو ( قاموس) پيل کړې دئ نو  همدارنګه پښتانه ساينس پوهان کولاې شي چې زما په وېب پاڼه کې هم  زماسره پردې پته اړيکي ټينګ کړي N.Sultansei@gmx.de  ",دپښتنوساينس پوهانوترمنځ ډله ايز کارته اړتيا ! 1181,," چين او روسيې موافقه کړې چې د ايران اتومي موضوع دې دامنيت شورا ته وړاندې شي . د بريتانيا د بهرني چارو وزير جک سترا نن سهار بي بي سي ته ويلي . امريکا روسيې ، چين او له اېران سره درى خبرې کوونکي اروپايي هېوادونو د انرژي له نړيوال اتومي اژانس څخه غوښتي چې د ايران هستوي فعاليتونه امنيت شوراته رپوټ کړي . جک د سه شنبې ورځې په لومړيو کې بي بي سي ته ويلي چې ددغه هېواد دبهرنيو چار ووزير په لندن کې له ډيرو څو ساعته خبرو وروسته په دې اړوند توافق ته ورسيدل .همداشان د دغو شپږو هېوادونو ګډې خپرې شوې بيانيې ويلي چې د امنيت شورادې دمارچ تر مياشتې او دانرژي نړيوال اتمي اژانس تر ناستې بايدله هرډول اقدام څخه ډډه وکړي . له دې نه وړاندې روسيې او چين امنيت شورا ته دايران د مسئلې د وړاندې کولو پلويان نه وو . د دوشنبې په ورځ ايراني چارواکو په بروکسل کې د ٣ اروپايي هېوادونو له چارواکو سره خبرې وکړي ، که څه هم ايراني لورۍ راضي وو،مګر مثبتې پايلې يې نه درلودې . دا مهال بريښي چې د فبروري په دويمه د انرژي دنړيوال اتومي اژانس په ناسته کې دغه موضوع امنيت شورا ته وړاندې شي . ",چين اوروسيه دايران پر مسله له نورو سره هم غږي شول 1182,حقمل," الجزيره تلويزيون د القاعده د مرستيال ايمن الظواهري ويديويي پټه د ددوشنبې په شپه خپره کړي چې په هغه کې دده له خولې پخلۍ شوى چې په پاکستان کې له هوايي بريد څخه چې مخه يې دى وو، بچ شوى . ده دامريکا ولسمشر بوش دروغجن او جلادبللۍ ا و له هغه يې غوښتي چې اسلام ومني . ده ويلي چې امريکا يې په وژلو کې پاتې راغلي اوپه هغه طريقه چې د الله غوښتنه وي و به مرم اما که زما د مرګ ګړۍ نه وي رارسيدلې ،نه ته ( بوش ) او نه په نړۍ کې بل ځواک نه شي کولاى يوه ثانيه دغه ګړۍ نيږدې کړي .په دغه پټه کې راغلي چې په امريکا به نوى بريد ترسره کړي .امريکايي چارواکو ددغه ويديويي پټې څيړل پيل کړي دي .د روانې ميلادي مياشتې په ١٣ نيټه د باجوړ په قبايلي سيمه کې په يوه کلي هوايي بريد وشو چې په کې ١٨ کليوال مړه او يو شمير کورونه وران شول . ",الظواهري له بريد څخه بچ شوى . 1183,,"   دولسي جرگې غړي ډاکټر رمضان بشردوست نن خبریالانو ته وویل چې په لندن کې کیدونکې غونډه بې گټې، بې وخته او بې ځایه دی. نوموړي څو دلایل وړاندې کړه لومړی داچې دښاغلي کرزي دحکومت وزیران دپارلمان له لوري ورته داعتماد رایه نده ورکړل شوې نو مشروعیت نلري. بله داچې دکرزي وزیران ددې پلوي کوي ترڅو نړیوالې مرستې دنادولتي موسسو له ولگول شي او دکرزي په حکومت کې مافیا موجوده ده. بشردوست په منځ مهاله اداره کې دپلان وزیر وه چې دنادولتي موسسو سره دکینې لرلو له مخې پخپله لرې شو.   ",بشردوست لندن غونډه بې گټې وبلله. 1184,,"   دالجزیرې تلویزیون نن دوشنبه په عراق دهغې امریکایۍ خبریالې جیل کارول تصویر خپور کړی چې پکې کارل په یوه اسلامي حجاب کې ښکاري او په ژړا سر ده. دکارل غږ سم نه اوریدل کيږي خو دالجزیرې تلویزیون له تصویر سره سم په خبر کې وایي چې خبریاله کارل له دامریکې او عراق له ادارې غواړي چې له زندانونو دې ټولې عراقۍ ښځینه بندیانې خوشې کړي ترڅو دهغې خوشې کیدو سره یې مرسته کړې وي. جیل کارل ٢٨ کلنه ده کریشن ساینس مانیتور سره یې دنده ترسره کوله او په عراق دجنورۍ دمیاشتې په ٧ نیټه یرغمل نیول شوې. ",عراق کې دتښتول شوې خبریالې تصویر بیا خپور شو. 1185,حقمل," په هغه يو ساعته وسله واله نيښته کې چې تيره شپه د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالى د سهاک په سيمه کې ددولتي پوليسو او وسله والو طالبانوترمينځ وشوه دواړو لورو ته مرګ او ژوبله اوښتې . طالب اورپکي وياند ويلي څلورتنه دولتي پوليس يې وژلي . د پکتيا دولتي چارواکي دطالبانو دا ادعا نه مني او وايي چې يو طالب جنګيالۍ يې د ملاعبدالحق په نوم په دغه نيښته کې له وسلې سره نيولى دى. ",په پکتيا کې وسله واله نيښته شوې . 1186,حقمل," تيره شپه د قندهار د سپين بولدک د لوى کاريز په سيمه کې د ځايي وګړو او وسله والو طالبانوترمينځ په يوه نيښته کې ٢ تنه وسله وال طالب اورپکې مړه او ٢ تنه نور ژوندي نيول شوي دي. د ځايي اوسيدونکو څخه هم يوتن مړ او ٧ تنه ټپيان شوي دي. نيښته هغه مهال رامينځ ته شوې چې يو شمير وسله وال طالبان يوه کلي ته ننوتي وو .نيول شوي طالبا ن دولتي پوليسوته سپارل شويدي.دولتي پوليس هم دځايي وګړو مرستې ته ورغلي وو . ",په قندهار کې ځايي وګړي او طالب اورپکې وژل شوي 1187,حقمل," د٧٠ هېوادونو د چارواکو او استازو په ګډون د لندن نړيواله ناسته نن دافغانستان په وخت وروسته له غرمې د افغانستان درغاونې اوسمون نړيوال کنفرانس تر عنوان لاندي د بريتانيا د لومړي وزير توني بلر په وينا پيل شوه .له توني بلر څخه وروسته ناستې ته د امريکا دبهرنيو چارو وزيرې کاندو ليزا رايس، د ملګرو ملتونو سرمنشي کوفي عنان او د افغان ولسمشر حامد کرزي ويناوې وکړې . افغان ولسمشر کرزي د تيرو څلور کلونو پرمختګ ، لاس ته راوړنې اوشتې ستونزې په ګوته کړي او هيله يې څرګنده کړه چې نړيوال له افغانستان سره خپلې مرستې ډيرې کړي. ده وويل چې دولت اوس ددې توان لري چې نړيوالې مرستې له خپلې لاري ولګوي . توني بلر هم خپل ملاتړ له افغانستان څخه وښود او رايس اوس مهال په افغانستان کې د يو لوى بدلون خبره وکړه . دلندن ناسته به دوې ورځې دوام وکړي . له دې نه وړاندې ځينو دولتونو او سازمونونو تيارۍ ښودلۍ چې له افغانستان سره به مرستې وکړي امريکا د ٦ ميلياردو ډالرو پخوانۍ مرستې څخه پرته ديو اعشاريه يو ميليارد بريتانيا د ٨٥٠ ميليونو ، نړيوال بانک د ١ اعشاريه ٢ ميلياردو اوا سيايي بانک د يو ميلياردو ډالرو د مرستې ژمنې کړي دي.دروسيي چارواکو هم ويلي چې له افغانستان سره به د مرستې په توګه د پخوانيو لس ميلياردو ډآلرو پور څخه چې په افغانستان يې لري تير شي . ",د افغانستان له پاره د لندن نړيواله ناسته پيل شوه . 1188,حقمل," د افغانستان د بدخشان ولايت دراغ په سيمه کې پنځه کلي تر واورولاندې شوي او ددغه ولايت والي د نړيوالو مرستې غوښتنه کړي ده. له دغو کليو څخه يوازې تر اوسه پنځلس مړي ايستل شوي دي او په دغه ولايت کې دډيرې واورې د اورښت له کبله ديو شمير ولسواليو او کليو لارې د فيض اباد سره د ترافيکو پر مخ تړل شوې دي.د پنځو کليو د اوسيدنکو له پاره د ژغورنې عمليات په سيمه کې د ځايي اوسيدونکو په مرسته پيل شوي دي او لا نه ده څرګنده چې څومره مرګ او ژوبله رسيدلې ده .همداشان د جوزجان په ولايت کې هم ځينې لارې بندې شوي دي او دسالنګ دلويې لارې دتړل کيدو له امله د افغانستان داتو شمالي ولايتونو سره د ځمکې له لارې اړيکې بندې شوي دي. ",پنځه کلي تر واورو لاندې شوي دي. 1189,," د دې ګڼه د ځينو مطالبو سرلیکونه :* دکاناډا په انتخاباتو کې د محافظه کارانو بری* لوی پښټون سیاستوال خان عبدالولی خان وفات سو.* دکابل پوهنتون د استاد ارواښاد پوهاند نور احمد شاکر مړینه یوه لویه علمی او ادبی ضایعه ده.* سفرنامه حج *سال ۲۰۰۵ چگونه گدشت ؟* مضحکه انتخابات پارلمانی ــ اهانتی بس بزرگ به مردم افغانستان* از ملت داشتن تا ملت ساختن* پوهاند استاد نور احمد شاکر په پردیسۍ کې له دې نړۍ سترګې پټې کړی .ـــ پروفیسور خالق رشید* لیلام بزرگ تاریخ* کوتاهی وزیر اطلاعاتو و کلتور درمورد تقاضای برگرداندن آثار سرقت شده تاریخی افغانستان از خارج* دفیندی رژیم ـ- د ډاکټر نثار احمد صمد ژباړه* ما هیچ تفاوت را نمی بینیم.* مهمترین وقایع جهان در سال ۲۰۰۵ * تفسیر روزنامه گاردین از احمقانه بودن اعزام نظامیان انگلستان به افغانستان* درنګی پیرامون مصاحبه فرید سیاوش با سلیمان راوش مبتنی بر مضمون ارتداد در اسلام نوشته علی محقق نسب.* د افغانستان سیمنا ته یو ځغلنده نظر – انجينیر واحد نظری* پیشبینی وقایع سیاسی جهان در سال ۲۰۰۶* په ۲۰۰۵ کال کې په نړې کې د ژورنالیستانو تلفات* شرکت سلیم کاروان ګامی در پیروزی دیګر برای خدمت به هموطنان* بوش په جنګ کې ( ۱۹ ) برخه * رساله سخن شناسی – ښاغلي ډاکټر سيد خلیل الله هاشمیان* ادبي مرغلرېاو نور مطالب ، رپوټونه او مرکې په انګريزی برخه کېکه غواړي چې د افغان رسالې هره ګڼه ستاسو پر آدرس درورسیږی، نو مهربانه وکړی خپل د کلني ګدون بيه چې ۶۰ ډالره کیږی په لاندې پټه ولیږی: Afghan PostP. O. Box 300741027 Finch Avenue WestToronto, OntarioM3J 3L6Canada افغان رساله / Afghan Post - ټورنټو - کاناډاتیلفون ۹۰۸۱ – ۴۷۲ (۹۰۵) Tel: (905) 472 – 9081 /فکس ۴۶۸۴ – ۴۷۲ (۹۰۵) Fax: (905) 472 – 4684 / بريښنا لیکafghanpost@rogers.com ويب پاڼهwww.afghanpost.com ", د افغان رسالې پرله پسې ٨١ مه ګڼه له چاپه راووتله . 1190,," افغان حکومتي چارواکو وړمه ورځ څلور تنه بهرنيان په نيمروز کې نيولي او وايي چې پرته له قانوني اسنادو افغانستان ته راغلي دي . ٢ تنه يې کشميري پاکستانيان،يوتن ايرانۍ او يو تن عراقي دى . افغان حکومتي چارواکو له دغو کسانو څخه پوښتنې او پلټنې پيل کړې دي. ",٤ تنه بهرنيان په نيمروز کې نيول شوي دي. 1191,حقمل," د نورمحمد تره کي د واکمنۍ داستخاباراتو دمشر اسدالله سروري محاکمه نن بيا په کابل کې د ٢٠ ورځو له پاره وځنډول شوه . د محکمې قاضي وويل ، راتلونکې ناسته به وروستۍ وي او قضا به خپل حکم صادر کړي. سروري د تره کي دو اکمنۍ پر مهال په وژنو او ځورونو تورن دى .د محاکمې ځنډ د مدافع وکيل د نه لرلو له کبله رامينځ ته شو .سروري ١٣ کاله کيږي چې بندي دى . سروري وايي ٣٠ کاله په دې وطن کې جنايت شوى دى مګر زه يوازې ١١ مياشتې په دولت کې پاتې شوى يم ، دانور جنايتکارن څه شول ، يوازې زه جنايتکار يم؟ ",د اسدالله سروري محاکمه بيا وځنډيده . 1192,حقمل," په هغه ځانمرګي بريد کې چې د عراق په ختيځه برخه کې شوى ٨ تنه مړه او لږ تر لږه ٣٠ تنه نور ټپيان شوي دي. د چاودنې نور جزيات لا نه دي خپاره شوي. همداشان د بريتانيا ددفاع وزارت ويلي چې د سه شنبې په سهار د عراق په جنوب د بصرې په سيمه کې په يوه بمي چاودنه کې يو بريتانوي عسکر مړاو ٣ تنه ټپيان شوي دي . ددوشنبې په ورځ هم د بريتانيا يو سرتيرى د عراق په جنوب کې په ډزو کې وژل شوى دى . له ٢٠٠٣ کال څخه تراوسه سل بريتانوي عسکر په عراق کې وژل شوي دي. دبريتانيا دا مهال ٨٠٠٠ ځواکونه دعراق په جنوب کې پراته دي. ",٨ تنه عراقيان په چاودنه کې وژل شوي. 1193,حقمل," د امريکا ولسمشر چورج بوش نن خپله کلنۍ وينا چې ډيره ټکي يې کورنۍ مسئلې وې واوروله او دعراق ، افغانستان ، ايران ، منځني ختيځ ، ترهګري او يو شمير نورو نړيوالو موضوعګانو په هکله يې خپل دريځ بيان کړ . په افغانستان کې يې د افغان ولسمشر کرزي هلې ځلې وستايلې او يو ځل بيا يې له افغانستان او افغانانو سره خپل ملاتړ اعلان کړاو د ډيرو مرستو ژمنه يې وکړه .د ايران په هکله بوش د خبرو په ترځ کې وويل د ايران خلک د روحانيونو په لاسونو کې يرغمل دي او بايد دغه لړۍ ته دپاى ټکۍ کيښودل شي .دايران خلک بايد برخه ليک په خپله وټاکي او خپلواکي غوره کړي او دنړۍ هېوادونه نه بايد ايران ته اجازه ورکړي چې هستوي غوښتنې يې پوره شي.د عراق دجګړې په برخه کې بوش په ډاګه وويل چې د عراق جګړه ګټو، په عراق زموږ دشمنان ځناوران دي ،بوش د حماس د بې وسلې کولو غوښتنه وکړه او له حماس څخه يې وغوښتل چې اسرائيل په رسميت وپيږني .ده وويل خپل هېواديې په تيلو روږد شوى دى چې د ژغورنې په هکله به يې هڅې وشي او د ترهګري په وړاندې به خپلو هجومي عملياتو ته دوام ورکړو .ده وويل ترهګران لکه اسامه او الزرقاوي يوازې د خلکو دوژنوپه لټه کې دي .د ترهګرانو د له منځه وړلو له پاره د هجوم غوره لار دغه ده چې د دوى ډيره تياره او ناهيلې ايديالوږي نابوده کړو ا پر ځاى يې سوله او ولسواکي رامينځ ته کړو .بوش په نړيوال ډګر کې د ظلم د له مينځه وړلو له پاره ځان ژمن وبالو او زياته يې کړو چې موږ په نړۍ کې د هېوادونو د راتلونکي برخه ليک د ټاکنې او د ولسواکۍ د کتاب نوى فصل ليکو. ",بوش کلنۍ وينا واوروله . 1194,," د بلخ ولايت د مزارشريف په ښار کې د روضې شريفې په ختيځه برخه کې د مزار جيل ته نيږدې د ستاره شام هوټل په داسې مهال و نړيد چې له وګړو تش وو او چاته په کې مرګ او ژوبله نه ده رسيدلې. ويل کيږي چې د هوټل ودانۍ له جرړو څخه ناسمه جوړه شوې وه . ",په مزار کې د ستاره شام هوټل ونړيد . 1195,حقمل," د اندنيزيا د سوماترا جزيره نن يوې زلزلې چې اندازه يې د ريختر ٦ اعشاريه دوه درجې اټکل شوې ، ولړزوله، چې د مرګ ، ژوبلې او زيان په هکله يې تراسه رپوټ نه دى ورکړ شوى .د سوماترا جزيره د ٢٠٠٤ زيږديزکال د دسمبر په ٢٦ نيټه سونامي سخته وځپله چې له ځانه يې ٢١٦ زره نفر مړه او تري تم پريښودل او نيږدې ٢ ميليونه وګړي يې کډال او بې کوره کړل . ",د اندنيزيا د سوماترا په جزيره کې زلزله شوې . 1196,," روزي خان چې په کال ٢٠٠١ کې د ٣ تنو بهرنيو خبريالانو او يو افغان ژباړونکي په وژلوګرم بلل شوى دى د افغان ولسمشر حامدکرزي له پخلي او لاس ليک وروسته به اعدام شي . د افغانستان سترې محکمې ددغه قاتل د اعدام د حکم پخلى کړى دى . روزي خان په کال ٢٠٠١ کې د کابل - جلال اباد دلويې لارې په اږدو کې د ابريښمو د تنګې په سيمه کې د ٣ تنو بهرنيو خبريالانواو يو افغان ژباړونکى د وژلو په تور يوکال وړاندي د افغان امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو .دوى د رويټر خبري رسنۍ له پاره کار کوو. ",د ٤ تنو خبريالانو قاتل به اعدام شي . 1197,," يوه مسافر وړونکې بيړۍ چې د کوپانګ له بندر څخه يې ١٠٠ تنه سپرلۍ د روت د جزيرې په لور ليږدول نن د اندونيزيا په ختيځه برخه کې په اوبو کې ډوبه شوه . سيمې ته دژغورنې کارکونکي رسيدلي او ٧٤ تنه تراوسه ژغورل شوي دي. ددغه بيړۍ څه ناڅه ٣٠ تنه سپرلۍ تري تم دي. د ډبيدو لاامل په بيړۍ کې د ډيرو سپرليو شتون ښودل شوى دى. ",په اندونيزيا کې مسافر وړونکې بيړۍ ډوبه شوه . 1198,حقمل," د روغتيا وزير ډاکتر فاطمي په افغانستان کې د ايدز د ناورغۍ د ٥١ مثبتو پېښو خبر ورکړاو څرګنده يې کړه چې په هېواد کې د دغه ناروغتيا د څارنې له پاره ١٥ ميليون ډالرو ته اړتيا ده . ده په دې هکله د نړيوال بانک له چارواکو سره خبرې کړي او هيله يې ښودلې چې ورسره مرسته وکړي. وروستۍ پېښه په هغه افغان کډوال کې ليدل شوې چې له ايران څخه راستون شوى دى.افغانستان ته د بهرنيانو د تګ او راتګ په ز ياتيدو سره د ايدز د پراختيا په هکله انديښنې مخ په ډيرېدو دي . افغان حکومت دا وړتيا نه لري چې په پولو او هوايي ډګرونو کې د بهرنيو مسافرو او وګړو روغتيايي ټينګه څارنه وکړي. ",١٥ ميليونه ډالر د ايدز دناروغۍ په څارنه لګيږي . 1199,," د عراق د پخواني ديکتاتورصدام او د ٧ تنو نوروپلويانو محاکمه يې چې ټاکل شوې وه نن پيل شي بيا وځنډيده . د صدام دمدافع و کيلانو پلاوي د قاضي روف عبدالرحمن د استعفى غوښتنه کړې ده . د پلاوي يو غړي خليل الدليمي ويلي قاضي د دوى له موکل سره شخصي کينه لري . همداشان د عراق د جنايي محکمې مشر ويلې چې د اعدام د حکم د صادريدو په صورت کې به دغه حکم په ٣٠ ورځو کې په صدام او پلويانو باندې پلۍ شي .په يوبل رپوټ کې راغلي چې د صدام محاکمه چې له اتو تورنو کسان څخه يې ٥ کسان نه و حاضر شوي بيا هم پيل شوه او ديو شمير شاهدانو شهادت واورول شو . ناستې ته د صدام مدافع وکيلان هم نه وو راغلي. ",د صدام محاکمه وځنډول شوه . 1200,," په تيرو ځوورځو کې د بدخشان په لايت کې ډيرې واورې شوې چې له امله يې ٦ کلي تر واورو لاندې شوي دي. د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور مشر بينوا ته وويل ، لارې بندي دي ، د مرستو رسول ناشوني دي ، او په دې برخه کې دولت پاتې راغلۍ . دى وايې تراسه د ځايي اوسيدونکو په مرسته ٣٠ تنه مړي او ١٢ تنه ټپيان د واورو د تل څخه له کنډوالو را ايستل شوي او ٢٠ تنه نور ژغورل شوي .ده دکوهستان او د يوې بلې ولسوالى په اړوند سيموکې ترواورې لاندې د ٦ کليو د لاندې کيدو خبره ومنله او زياته يې کړه ،چې مرګ، ژوبله او زيان به له هغه ډير وي کوم چې اټکل کيږي.همداشان د يو شمير نورو ولايتونو لارې هم د واورې د اورښت له امله د خلکو او ترافيکو پرمخ تړل شوې دي. ",په بدخشان کې د وژل شويوشميره ٣٠ تنو ته ورسيده . 1201,," تيره شپه د پکتيکا ولايت د وازې خوا ولسوالى په سيمه کې د ائيتلافى ځواکونو پر فوځي اډه ٣ توغندي توغول شوي ، چې مرګ او ژبله نه لري . ددغه بريد پړه تراوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې. ",د ائيتلافى ځواکونوپر اډه بريد شوى دى. 1202,," د افغانستان له پاره د لندن په نړيواله ناسته کې نړيوالويو ځل بيا د ناستې په لومړى ورځ له افغانستان څخه په سياسي ،اقتصادي ، امنيتي او تولنيزو برخو کې خپل ملاتړ وښود او د خپلو مرستو ژمنه يې وکړه، او هغه اهداف چې ددولت له لوري په ګوته شوې نړيوالو ته هم د منلو وړ ګرزيدلي دي. . دغه ناسته چې پرون په لند ن کې جوړه شوه نن به هم دوام وکړي او وروستۍ پايلې به د يوې خبري ناستې له لارې اعلان شي. افغان دولت په دغه ناسته کې دراتلونکو پنځو کلنو له پاره د ٢٠ ميلياردو ډالرو نړيوالې مرستې غوښتنه کړې چې تر اوسه د ١٠ ميلياردو ډالرو د مرستې ژمنې د نړيوالو له لوري شوې . همداشان په دغه ناسته کې به دافغانستان تړون لاسليک شي چې په کې د افغان او نړيوالو لورو دندې او ژمنې د امنيت ،داداري فساد مخنيوۍ ، د نيشه يي توکو پر وړاندې مبارزه ، د روغې ادارې رامينځ ته کول ، د بشري حقونو پالنه او يو شمير نورو مسئلوپه برخه کې جوت شوې دي .دا په ډاګه شوې چې په راتلونکو دوو کلونو کې به غير مسئول و سله وال کسان بې وسلې شي ، تر ٢٠٠٧ کال پور به نيشه يي توکې له مينځه يوړل شي او تر ٢٠١٠ کال پورې به ملي اردو او ملي پوليس جوړ شي .افغان ولسمشر کرزي له دې نه وړاندې ويلي چې د اشخاصو په بدلون به په تګ لاره کې هيڅ ډول بدلون رانه شي . ",دلندن په ناسته کې له افغانستان څخه ملاتړ وشو . 1203, بلال احدیار,"  غزل تړمو اوښکو مې ګریوان لمبه لمبه کړو د یار غم راته ارمان لمبه لمبه کړو اشنا نه راځي ځه هسی لارې څارم انتظار کښې مې خپل ځان لمبه لمبه کړو چې نزول ستا د یادونو راشروع شو اسویلو مې شین اسمان لمبه لمبه کړو ستا دزلفو قیدخانې نه چې تلې نه شوم د زړه اه مې ټول زندان لمبه لمبه کړو یو ځه ډوب په سمندر د مینې نه یم دې مرض خو هر انسان لمبه لمبه کړو مخ دې اړوه، بیا خانده ، دا به خه وي ستا خندا خدائ شته جهان لمبه لمبه کړو احدیار څه بینوا هم نه وۀ خلقه دا خو هجر د جانان لمبه لمبه کړو   اسلامیه کالج پیښور ", غزل 1204,," ", 1205,," ع : نورزى - هلمند تيرمازيګردهلمندپه ګرشك ولسوالۍ كښي څلورتنه مشهورغله ددغه ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ دپوليسوله لخوا ونيول شول . دګرشك ولسوالۍ دامنيه قوماندانۍ دجنايې آمرنن وبېنوا ته وويل  چي نوموړي كسان دګرشك ولسوالۍ مشهورغله وه چي دډېرومياشتوراهيسي يې امنيتي چارواكى دنيولوپه لټه كښي وه نوموړي وويل چي دغه كسان يې ددوموټرونوسره نيولي چي ګمان كيږي دغلابه وي  اودوى هغه مهال ونيول شول چي په خپل منځ كښي يې په غلاشويوپيسوسره په شخړه بوخت وه ددغه سرچينې په ويناچي دامهال غله كسان دګرشك په امنيه قوماندانۍ كښي ترپلټنولاندي دي . داپه داسي حال كښي چي كابودوې مياشتي مخكښي هم ددغه ولسوالۍ دقلعه ګزپه سيمه كښي هم يومشهورغل دشنكي په نوم وژل شوي وو. ",په هلمند کي څلورتنه مشهورغله ونيول شول . 1206,حقمل," پاکستاني چارواکو ويلي چې افغان ولسمشر حامد کرزي به دروانې مياشتې په ٢٧نيټه د پاکستان د ولسمشر پرويز مشرف په بلنه پاکستان ته سفر وکړي . ددغه سفر خبر د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خپره شوې پاڼه کې ورکړ شوي دي .پاکستان هم دلندن د ناستې پر مهال له افغانستان سره د ١٥٠ ميليونو ډالرو د مرستې ژمنه اعلان کړه . ",ولسمشر کرزي به پاکستان ته لاړ شي . 1207,حقمل," د هرات ولايت د انجيل ولسوالى د يوې کورنۍ ٧ تنه غړي د جرګ د غوښې د خوړلو له امله ناروغان شوي او يو بل تن مړ شوى دى . ناروغ کسان د درملنې په موخه د هرات په يو روغتون کې پراته دي. د روغتون يو ډاکتر ويلي چې ممکن دغه کسان د ورسته شوې غوښې د خوړلو له امله ناروغان شوي وي. له دې سره سم د هرات ولايت کې د چرګانو د غوښې بازار کم شوى او ډير لږ کسان ليدل کيږي چې دچرګانو غوښې اخلي. ",د چرګ غوښې د يوافغان سر وخوړ . 1208,,"   د افعانستان د کلتوري ودې ټولنې د مشرتابه جرګې او کار ډلې په ګډه غونډه کې چې نن د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د کولن په ښار کې جوړه شوې وه ، د پښتونخوا د نوميالي سياسي شخصيت خان عبدالولي خان په مړينه خواشيني څرګنده شوه او مړينه يې د ټول لر او بر افغان لپاره يوه ډېره ستره ضايعه وګڼل شوه .  په غونډه کې د ښاغلي حاجي فضل الرحمن شېر له خوا د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو تلاوت وشو ، د ارواښاد ولي خان روح ته دعا وشوه او بيا د مشرتابه جرګې يو شمېر غړيو د هغه د ژوند او اوږدو مبارزو او سياسي هلو ځلو په اړه خبرې وکړې . په غونډه کې يادونه وشوه چې ارواښاد ولي خان نه يوازې يو سياسي مشر و ، بلکې يو ليکوال او څېړونکی هم و ، په تېره بيا د پښتنو د تاريخ په برخه کې يې مهمې څېړنې او ليکنې کړې دي . د غونډې برخه والو غوښتنه وکړه چې : ١ ـ د ارواښاد ولي خان تاريخي ليکنې دې د هغوی د کورنۍ ، مينه والو او د ټولنيزو او کلتوري ټولنو له لورې بيا چاپ شي او په دې لړ کې دې د هغه ناچاپو آثارو ته په لومړي ګام کې پاملرنه وشي . ٢ ـ په پېښور کې دې يو کالج او واټ او په کابل کې دې يو واټ د دغه سياسي او علمي شخصيت په نوم ونومول شي . ",په جرمني کې افغانستان د کلتوري ودې ټولنې له لورې د ارواښاد خان عبدالولي خان اروا ته دعا 1209,حقمل," د افغانستان له پاره د لندن د ناستې په دويمه او وروستۍ ورځ نړيوالې ټولنې له افغانستان سره د لس نيم ميليارد ډالرو دمرستې ژمنه وکړه چې د افغانستان د ملي ودې د پنځه کلن پلان د پلي کولو په موخه به يې کوي . که څه هم دلندن نړيواله ناسته د نړيوالو مرستو د غوښتنې په موخه نه وه جوړ شى ، خو بيا هم نړيوالو د خپلو ژمنو په کولو سره دا په ډاګه کړه چې نړيوال له افغانستان سره دي او افغانستان به هير نه کړي . دولسمشر حامد کرزي تر مشري لاندې افغان پلاوي هم دا وړتيا وښودله چې افغان حکومت اوس مهال د دې وړتيا لري چې نړيوال مرستې د يو روڼ حساب له مخې د خپل حکومت له لارې نيغ په نيغه دنورو په پرتله په غوره توګه ولګوي . افغان حکومت ددغو مرستوهرکلۍ کړى دى . د مرستو ډيره برخه نړيوال بانک او امريکا منلې چې د امريکا مرسته ټول ټال ٤ ميليارده ډالر جوړوي.بريتانيا د دريو کلونو له پاره ٤٥٥ ميليون پونډه ، جرمني ٤٨٠ ميليون ډالر ،چاپان ٤٥٠ ميليون ډالر ،اسيايي بانک ٨٥٥ ميليون ډالر، ناروې ١٤٤ ميليون ډالر، فرانسې ١٥٥ ميليون ډالر ، پاکستان ١٥٠ ميليون ډالر ، اسلامي بانک ٧٠ ميليونه ډالر ، عربستان ١٥٣ ميليون ډالر ،ترکيې ١٠٠ ميليون ډالر، ايران او يو شمير نورو هېوادونود خپلو مرستو ژمنې وکړې .د نړيوالو مرستو ډيره شميره به د امنيت ، روغې ادارې ، دبې وزلۍ د له مينځه وړلو،د نيشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او نورو ډګرونو کې ولګول شي . يوازې د نيشه يي توکو برخې ته ٧٧ ميليون ډالر بيل شوي .افغان چاراکو ويلي چې د پنځو کلونو په ترځ کې به په ښاري کچه په سلو کې ٥٦ فيصده او په کليوالي کچه په سلو ٢٥ فيصده وګړو ته بريښنا ورکوي، دوى دا هم ويلي چې هرکال افغانستان څلورو ميلياردو ډالرو ته اړتيا لري .. حامد کرزي د لندن په ناسته کې د کوکناروستونزې ته ګوته نيولي او ويلي يې دي چې دا ستونزه وخت غواړي او ممکن له مينځه وړل يې لس کاله خت ونيسي .د مرستو د لګولو او کارولو په موخه د لندن په ناسته کې منل شوې چې يو ګډ پلاوۍ به يې چې مشر به يې افغان لسمشرو ټاکي ځارنه وکړي . د بهرنيو چاروو زارت وياند ويلي چې د لندن په ناسته کې ومنل شوه چې ددغو مرستو ٥٠ فيصده به د افغان حکومت له لارې لګول کيږي . راتلونکي پنځه کلونه به وښيي چې دغه سترې مرستې به دافغان ولس په ژند کې څومره اغيزه ولري ، ځکه د تيرو نړيوالو مرستو دلګولو څخه هم دولت او هم ولس ناخوښه او ناراضه وو. ",له افغانستان سره د لس نيم ميليارد ډالرو ژمنه وشوه. 1210,,"   نن دخوست په ولایت کې یوه ځانمرگي برید چې دتالاشۍ په یوې پوستې شوی په ترڅ کې یې درې دملي اردو سرتیري وژلي او درې نور یې ټپیان کړي. دپولیسو مشر محمد زمان داخبره خبریالانو ته کړې او دایې هم ویلي چې دځان وژونکي دځان غوښې هر لورته خورې پرتې وې. ",خوست کې ځانمرگي برید درې سرتیري ووژل. 1211,حقمل," په هغه ځانمرګي بريد کې چې تيره ورځ د خوست ولايت د بک ولسوالى په جنارګي کې ددولتي عسکرو د تلاشى پرپوسته رامينځ ته شوى دى ٣ تنه دولتي عسکر مړه او ٣ تنه ټپيان شوي دي . په دغه بريد کې يو ملکي وګړى مړ او يو بل ژوبل شوى دى . د دغه پېښې پړه تر اوسه چا په غاوه نه ده اخيستې .د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ يو چارواکي بينوا ته وويل چې د خوست امنيتي چارواکو په دې هکله پلټنې پيل کړي دي .عيني شاهدانو د ٥ دولتي سرتيرو د مړينې خبره کړې . په چاودنه کې ترهګر او د سراچې موټر چلوونکى هم وژل شوي دي. بريد په يو سراچه ډوله موټر کې ترسره شوى دى. ", دخوست په چاودنه کې ٤ تنه مړه او ٤ تنه ټپيان شوي 1212,," ", 1213,حقمل," د پارلمان غړو له افغان ولسمشر کرزي څخه وغوښتل چې خپلې اصلي ويناوې دې په دري او پښتو ژبو واوروي، نه په انګليسى ژبه . همداشان د پارلمان په يو خپور شوي پيام کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتل شوي، چې خپلې مرستې دې نيغ په نيغه د افغانستان دولت په واک کې ورکړي. ",پارلمان : کرزي د په دري يا پښتو ژبو وينا وکړي. 1214,," ", 1215,بيلابيل," د کتاب نوم: کندهار د تاريخ په اوږدو کښې ليکوال: بيلابيل لومړی چاپ: 1384 ل کال خپرندوی: د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د مطيع الله روهيال په زيار چاپ شمېر: 1000 ټوکه (په 388 مخونو کې) کمپيوټري چارې: مطيع الله روهيال چاپ چارې: صحاف نشراتي مؤسسه د ترلاسه کولو پته: کندهار: افغان کتاب پلورنځی، ارګ بازار د ټليفون شميره: 0093(0)70303251 کابل: علامه حبيبي کتاب پلورنځی، صدارت څلورلارې د ټليفون شمېره: 0093(0)70289577 ",کندهار د تاريخ په اوږدو کښې 1216,رحيم الله بشارت," د کتاب نوم: د شنو ګټو قاضي  ليکوال: رحيم الله بشارت خپرندوی: دانش خپرندويه ټولنه منځپانګه: پوليسي ناول چاپ نيټه: 1384 ل چاپ شمېر: 1000 ټوکه (په 196 مخونو کې) کمپيوټري چارې: حضرت الرحمان (عدالت) دترلاسه کولو پته : کابل: دانش کتاب پلورنځی، د پخته فروشي کوڅه، ميوند واټ. ټليفون شمېره: 0093(0)799315887 پيښور: دانش کتاب پلورنځی، بريښناليک پته: danish2k2000@yahoo.com د ټليفون او فکس شمېره: 0092-91-2564513 ",د شنو ګټو قاضي 1217,حقمل," د افغانستان د مشرانو جرګې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر رهين او دافغانستان د ملي راديو تلويزيون مشر روشن د سه شنبې په ورځ ددغې جرګې ناستې ته حاضر شول . د مشرانو جرګې غړود ملي راديو تلويزيون او نورو خصوصي تلويزيونو پر خپرونو نيوکې کړي او وايې چې غير اخلاقي خپرونې لري .رهين په دغه ناسته کې کابو درى ساعته ددوى پوښتنو ته خبرې کولې او ډاډيې ورکوو چې په دې برخه کې به هلې ځلې وکړي او د بيلګې په توګه يې د يو تلويزيون د جريمه کولو خبره ياده کړه .د ناستې مشر وويل موژ نه غواړو د ښځو لوڅې نڅاوې دې د ټلويزيونو له لارې خپرې شي .نورو هم وويل چې موږ مبتذل فرهنګ نه منو . د مشرانو جرګې له دې څخه هم ناخوښي او ناراضه وو چې د دوى د ناستو بشپړ رپوټونه له ملي تلويزين څخه نه خپريږي . په دې وروستيو ورځو کې خصوصي تلويزيونو په خپلو خپرونو کې يو شمير خپرونې تر سانسور لاندې راوستلې چې زياتره يې د سندرو او هندي فلمونو په خپرونو کې له ورايه تر سترګو کيږي .ډيره غړې په دې عقيده دي چې د ښځو سندرې دې نه خپريږي.د ولسي جرګې په يوه ناسته کې په دې هم بحث وشو چې بهر ته د دولسي جرګې د ښځينه غړو دسفر پر مهال له دوى سره ، د دوي محرم هم ولاړ شي . ",ډاکترر هين د مشرانو جرګې ته وغوښتل شو . 1218,حقمل," په هغه چاودنه کې چې تيره ورځ د چين په شمال کې د شيخه د ډبرو سکرو په يو ستر کان کې رامينځ ته شوه ٢٣ تنه کارګران مړه او ٥٣ نور ټپيان سوي دي. په دغه کان کې کابو ٦٩٧ تنه په کار بوخت وو .نور کارګران ژغورل سوي دي. له دغه کان څخه په يو کال کې ١٠ ميليونه ٨٠٠ زره ټنه د ډبرو سکاره ايستل کيږي. ",د چين د ډبرو سکرو په کان کې ٢٣ تنه وژل سوي 1219,حقمل," نن سهار د بنګلديش په پلازمينه ډاکه کې د يو اورلګيدنې له امله لږ تر لږه ٧٠٠ کورونه وران او ٣٠٠٠ وګړي بې کوره شول . دغه اورلګيدنه د ډاکې په غربي سيمه کې په( بازار راير) کې رامينځ ته شوه چې د پوليسو دو ينا له مخې مړينه نه لري.د اورلګيدو لامل تراوسه نه دى په ګوته سوى. ",د اورلګيدو له امله ٧٠٠ کورونه په ډاکه کې وران سوي. 1220,," نن سهار د عراق په پرمهال په ٩ بجو د بغداد په غربي برخه د يرموک په سيمه کې د عراق د کانو وزارت يو لوړپوړى چارواکۍ مارى حمزه الربيع هغه وخت په ناڅرګند لوري وتښتول شو چې د خپل کور څخه د کار په لور روان وو. ددغه تښتول شوي دولتي مامور دريور وروسته خوشۍ سوى دى. په يو بل خبر کې راغلي چې نن سهار وختي د کرکوک په ٣٥ کيلومترۍ کې د اومو تيلو په يوه ستره ذخيره کې اورلګيدنه رامينځ ته سوې چې د ٦ ساعتونو په تيريدو سره لاهم داورلمبې له لرې ترسترګو کيږي. ",د عراق لوړپوړى دولتي چارواکۍ تښتول سوى . 1221,حقمل," د سعودي عربستان پاچا عبدالله بن عبدالعزيز د چهارشنبې په ورځ په پاکستان کې د ولسمشر پرويز مشرف او لومړى وزير شوکت عزيز له لوري د اسلام اباد په هوايي ډګر کې له تود هرکلي سره مخامخ شو او له پرويز مشرف سره يې په دوه اړخيزه اړيکو، سيمه ايزو مسئلو ، نړيوال ترهګري ، د مسلمانانو پر يوالي ، د کشمير مسئلې پر اواري او د ايران پراتومي پروګرام خبري کړي دي. دا مهال په عربستان کې يو ميليون محاجرپاکستانيان په کارونو بوخت دي.دواړو مشرانو په کتنه کې د ايران د شخړې په سوله ايز اواري د خبرو له لارې ټينګارکړى او هيله ښودل شوې چې ځواک ونه کارول شوي . له بل لوري عبدالله د ايران له ولسمشر محمود احمدى نژاد سره هم ټلفوني خبرې کړي دي. ",د سعودي عربستان پاچا په پاکستان کې . 1222,,"   نن خبریالانو ته دافغانستان دبهرنیو چارو وزیر ډاکټر عبدالله عبدالله وویل چې په ډنمارک کې هغې ورځپاڼې چې داسلام دستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په اړه یې کارتون خپور کړی په کلکه وغانده او داکار یې دملیونو مسلمانانو سره دښمني وبلله. دالومړی وار دی چې دافغانستان چارواکی دموضوع په اړه ددولت دریځ څرگندوي. ","دپیغمبر""ص"" په اړه دډنمارک ورځپاڼه افغانستان وغندله" 1223,,"   نن خریالانو ته دافغانستان دبهرنیو چارو وزیر ډاکټر عبدالله عبدالله وویل چې افغانستان له لندن غونډې خوښ او داغونډه يې افغانستان لپاره نیکمرغي وبلله. نوموړي وویل چې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره دلس نیمو ملیاردو ژمنه وکړه چې دافغانستان په بیارغونه نشي توکي او امنیت په برخو کې به ولگول شي.  ",افغانستان له لندن غونډې خوښ دی. 1224,حقمل," دايران د اتومي پروګرام په هکله د اتمي انرژي نړيوال اژانس ٣٥ غړو هېوادونو استازو نن په ويانا کې بيړنۍ ناسته جوړه کړه ترڅو په دې هکله پريکړه وکړي . دغه ناسته دالمان ، فرانسې او بريتانيا د غوښتنې له مخې ترسره شوې چې دوې ورځې به د اطريش په پلازمينه کې دوام وکړي. ايران ګواښ کړى که چيرې دغه مسئله د امنيت شورا ته وړاندې شي نو ايران به پراخه پيمانه د يورانيمو دغني کولو کار په صنعتي توګه پيل کړي او په دې برخه کې به د اتمي انرژي له نړيوال اژانس سره همکاري و نه کړي. ",په وياناکې د اتمي انرژي نړيوال اژانس بيړنۍ ناسته 1225,حقمل," د فلسطين د اقتصاد وزير مازن سنقرط اسرائيلى چارواکي په دې غندلي چې د فلسطينيانو شتمني يې کنکګل کړي او له ورکولو څخه يې فلسطينيانو ته ډډه کوي . دغه وزير د اسرائيلو پريکړه غيرقانوني بللي او وايې په دې سره يو ميليون فلسطينيان زيانمن کيږي . تيره ورځ اسرائيلو د فلسطين د ماليې او ګمرګاتو ټول عوايد له ځان سره ساتلي او فلسطين ته يې نه ورکوي. ويل کيږي دغه عوايد ټول ټال ٥٥ ميليونه ډالر دي چې له هغې نه د ١٤٠ زرو فلسطيني مامورينو تنخواو رکول کيږي . د اقتصاد وزير وايي دغه پيسې د فلسطين دي اسرائيل مرستندويه هېواد نه دى چې دغه پيسې موږ ته راکوي . ده غوښتنه وکړه چې دغه شتمني ډير زر فلسطين ته وسپاري. ",اسرائيلو ته د فلسطين د اقتصاد وزير خبردارۍ . 1226,,"   دولسمشر کرزي دمطبوعاتي دفتر له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر دبدخشان ولایت دکوهستان ولسوالۍ په پنځو کلیو کې د واورو دورښت لامله چې پنځلس تنو پکې ژوند لاسه ورکړی سخت خفه شوی او کورنیو ته یې دمرستو دليږلو امر کړی. بدخشان دافغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې ژمی پکې ډېر سوړ وي.   ",ولسمشر په بدخشان کې دوگړو پر مړینه خفه شوی. 1227,حقمل," د هلمند ولايت په سلګونو وګړو نن په دغه لايت کې د يو لاريون په کولو سره په افغانستان کې ځانمرګي او وسله ال بريدونه وغندل او په دې اړوند يې د پاکستان لاس وهنو ته ګوته ونيوله او د پاکستان په ضد يې ناري وهلې او شعارونه يې ورکول . دغه لاريون ته د هلمند والي هم وينا واوروله . له دې نه وړاندې د هېواد په يو شمير نورو سيمو کې هم ورته لاريونونه شوي وو . ",په هلمند کې د ځانمرګو بريدونو غندنه سوې . 1228,," ", 1229,جلال امرخېل," غزل پوه شوې چې داولې او په څه ټپه ټپه شومه تا چې بڼو لاندې راكاته ټپه ټپه شومه   ويش د ازل تا لره خوښي ما له خپګان راكړ ته غزل غزل شولې او زه ټپه ټپه شومه   خداى زده كه دې بيا په ګردو مټو باندې خوب وكړم واك شو د بيلتون په ژوندانه ټپه ټپه شومه   هغه وخت لږ ښه وم چې دې ډير نه راكتل راته سترګو كې دې واخستم نو ښه ټپه ټپه شومه   اوس خو ېې په سترګو كې نرۍ شانته مسكا وكړه اوس نو امرخېله سم له زړه ټپه ټپه شومه   ",غزل 1230,," احسان د نارنج خپرندويې ټولني مشر او د کندهار ولايت د کتاب پلورونکو استازی ښاغلی سيد احمدقانع د فبروري په دوهمه دايتلافي ځواکونو له زندانه راخوشي کړل شو . سيد احمد قانع د لوی اختر په سهار د لمانځه پر وخت د څو نورو کسانو سره يو ځای دمسجد څخه د لمونځ کولو پروخت د يو شمېر ايتلافي ځواکونو له خوا په نامالومه تور د نامالومه وخت د پاره په نامالومه ځای کي اچول شوی و . د کندهار ولايت د فرهنګپالو او ليکوالو د کندهار والي ، ښووني او روزني ريس او اطلاعاتو او کلتور له رياست څخه په کلکه غوښتنه کړې وه چي د قانع په راخوشي کولو کي تلاښ وکړي ، که هغه راخوشي نه شي ګواکي دوی به په لاريونونو لاس پوري کړي . قانع هغو کسانو ته چي د دده پوښتني ته ورغلي وه ويلي دي چي تر راخوشې کېدو وروسته تراوسه پوري نه پوهېږي چي امريکايي پوځونو ولي زندان  ته واچاوه ، خو دا خبره يې څرګنده کړه چي له سختو نادودو او ناخوالو سره مخامخ شوی دی . قانع وويل چي لمړۍ ورځي په قفس کي اچولی و او وروسته يې په يوه اطاق کي چي يوازي يې يوه د څارني ويډيو کمره او يو هواکښ درلود اچولی و . ګومان کېږي چي د قانع په خلاصون کي به د کندهار د ليکوالو او اديبانو پرله پسې غوښتنو ځای نېولی وي ، ځکه هغه نور بېګنا کسان چي د قانع سره په يو وخت له مسجده زندان ته بېول شوې وه لا نه دي راخوشي شوي . قانع د تېرو نژدې لسو کلونو راهيسي دکندهار په ارګ بازار کي د ( افغان قرطاسيه او کتاب پلورنځی ) په نوم دکان لري او تر اوسه يې ديو شمېر نويو او مهمو علمي ، ادبي او تاريخي اثارو د چاپ کار ترسره کړی دی . اټکل کېږي چي قانع به پنځه ويشت کاله عمر ولري . ",ايتلافي ځواکونود نارنج خپرندويې ټولني مشر خوشي کړ 1231,بېنوا كندهار," ښاغلى قانع د روان كال د مرغومي پر نولسمه چي د لوى اختر لوړمى سهار و، هغه مهال د امريكايي ځواكونو له خوا نيول شوى و، چي د سهار پر لمانځه ولاړ و، له ده سره يو ځاى د ده د ګاونډ پنځه تنه نور ګاونډيان هم نيول شوي وو، چي د هغوى نورو ږغونه لا اوس هم د كابل د بګرام هوايي اډې په كفسونو بېنوا كندهار  سيداحمد قانع د سلواغې پر ديارلسمه د پنجشنبې په ماښام د شپې پر يوه نيمه بجه د امريكايي پوځونو له منګولو روغ رمټ راووت.  ښاغلى قانع د روان كال د مرغومي پر نولسمه چي د لوى اختر لوړمى سهار و، هغه مهال د امريكايي ځواكونو له خوا نيول شوى و، چي د سهار پر لمانځه ولاړ و، له ده سره يو ځاى د ده د ګاونډ پنځه تنه نور ګاونډيان هم نيول شوي وو، چي د هغوى نورو ږغونه لا اوس هم د كابل د بګرام هوايي اډې په كفسونو كي خپ دي، او لا هم نه افغان چارواكو او نه هم دبشري حقونو د خواخوږو غوږونو ته رسېدلي دي. سيداحمد قانع چي د خپل زړه راكښونكي درانه شخصيت له امله د خپلو ملګرو ترمنځ د قانع په نامه يادېږي، د قانع ګل دا خوشي كېده د ټولو فرهنګيانو او ليكوالو لپاره د خوښۍ يو لوى زېرى و، دا ځكه چي قانع ګل داسي يو بې سارى ځوان دى چي په كندهار كي د نارنج خپرندويي ټولني په جوړېدو سره يې په كندهار كي د كتاب خپرولو يوه توده لړۍ را ونښلول، د افغان كتاب او قرطاسيه پلورنځى په جوړلو سره يې په كندهار كي نيژدې يو اوښتون را منځته كړ، ځكه كه يو ځل كوم څوك د ارګ بازار ته سر ور ايسته كړي او د دغه پلورنځي ننداره وكړي، كه يو څه احساس ولري نو زړه به يې باغ_باغ شي، چي د دې جګړه ځپلي هيواد ځوانان د ژوند له ټولو درنو خواريو سره_سره څنګه پر دغه جونګړه را ټول او كتابونه او خپروني داسي سره لاى پر لاى كېږي. ته به وايې چي وړيا وركول كېږي. د كندهار نيژدې پر هر كتاب مين ځوان ځان د قانع ګل د احساساتو پوروړى ګڼي، دوى وايي چي مخكي به دوى يوازي د يوه كتاب نوم د بي، بي، سي راډيو له لاري اورېد، يا به ډېر داسي كتابونه هم وو چي دوى به يې نوم هم نه شواى اورېدلاى، خو د قانع ګل په بركت يې د كتاب خمار مات شوى دى. دوى دا هم وايي چي كله ورسره پيسې نه وي نو هيڅ حساب او كتاب هم نه ورسره كېږي، نيژدې هر فرهنګي به د ده پوروړى وي، زياتره مهال تر خپل قيمت په ټيټه بيه كتابونه وركوي، پر دې اساس نو د كندهار فرهنګيانو د قانع ګل د ناقانونه نيولو پر مهال په احتجاجي غونډه كي وويل چي ده په كندهار كي د كتاب او خپرونو رانيولو لوست او كتابتون جوړولو ته ډېره وده وركړه. له بله اړخه د كلتوري هڅو، غونډو او د ښووني او روزني د پروګرامونو هره ناسته او غونډه به د ده په وجود روښانه وه. په كندهار كي فرهنګيان ټول په دې اړه په يوه خوله دي، چي د قانع ګل له وجوده پرته كومه غونډه او ادبي بنډار مانا نه لري، او قانع ګل هم بخيل نه دى، او تل يې د خپل ژوند د ټولو ستړياوو سره_سره د خپل وجود شمه د دغه ډول بنډارونو په منځ كي لګولى وي. دلته موږ د قانع پر هر صفت او ځانګړنه جلا_جلا نه شو ږغېدلاى بس خپله درانه لوستونكي پرېكړه كولاى شي چي د ده د نيوني پر مهال نه يوازي د كندهار بلكي د ټول افغانستان او كوزي پښتونخوا ليكوال او فرهنګپال څومره زوكلېدلي وه او هر يوه په خپل وارسره د ده د راخوشي كېدو لپاره ځغاستي وهلي او د ډېرو ميندو او خوندو به ورته په پنځه وخته لمونځونو كي د سلامتۍ دعاوي كولې. ته به وايه چي د دې وطن له زامنو سره هرچا د دښمنۍ نيت كړى دى، له هري خوا د دوست او دښمن په نامه وهل شوي او ځپل شوي دي. قانع ګل زده كوونكى، فرهنګپال، فرهنګي، ليكوال او شاعر دى، د هغه په اړه د خطا او ګنا تصور هيڅ وخت هم له چا سره نه شي پيدا كېدلاى، خو د امريكايي پوځونو له خوا د دنيا له هر قانون خلاف ونيول شو، وځورول شو، د ازادۍ، ديموكراسۍ او انساني حقونو څخه بې برخي كړل شو، د قانع ګل خواخوږو وويل چي كه زموږ د سرونو په بيه وي هم به د خپلو فرهنګي بنډارونو يوه ډېوه د امريكايي وحشت له طوفانونو څخه ژغوري، او دا كار يې وكړ. خو اوس قانع ګل دا وايي زه بيخي بې ګنا وم، دوى پر ده باندي د يوه ټكي خطا هم ثابته نه كړه، دى وايي چي ټول هغه د ده ګاونډيان چي له ده سره بېول شوي وو، او اوس هم د نا څرګنده برخليك په دوړ دوړكو كي ورك دي، هغوى ټول د ده غوندي له خپلي ګنا او خطا څخه نا خبره دي، خو د هغوى د غور كولو څوك نه شته، بايد افغان دولت د دغو بې وسو افغانانو او د هغوى د بې وزلو او وږو تږو او لغړو كوچنيانو فريادونه واوري، او نور له پرديو څخه ټينګه غوښتنه وكړي چي نور د افغانانو پر دېرش كلنو زحمتونو د وحشت او جبر مالګي و نه دوړوي. د قانع ګل مور په داسي حال كي چي د خپل زوى په راخوشي كېدو خوشاله وه، ويل يې چي هغه د مېوو سترخان چي دې د خپل نازولي زوى د مېلمنو لپاره د اختر په مناسبت اوار كړى و، كه يې سل كاله هم زوى خداى مكړه را نه شي نو دا به يې ټول نه كړي. دې زياته كړه چي دا خو ښه ده چي د هغه مېوو پر سترخان يې له ګران زوى سره د هغه خواخوږي او شريكان راټول دي، چاى او مېوې ورسره خوري. خو اندېښنه يې دا ده چي د دې هغه ډېر نېك او بې ګنا ګاونډيان لا اوس هم ورك دي. دا وايي چي د هغوى څخه دا هر يو يې ډېر پاك، خو ډېر غريب سړى دى، يوه تن يې د موټرسيكلانو ميستري خانه كوله، بل يې مزدور كار و، خټي يې كولې، يوه بل يې په لاس كي ځيني شيان خرڅول، بل يوه رېړۍ چلول، دوى سهار يوه ګوله ډوډۍ په خواريو ګټله او ماښام يې څټله، خو اوس يې د كورنيو غړي او ماشومان د شپې د ګولې سړى نه لري. هغوى اوس يوازي په اوښكو د زړه سوده كوي. دې وويل كاشكي چي د هغوى فريادونه هم واورېدل شي او د خپلو بې وسو بچيانو لپاره يو ځل بيا سيورى شي او د دوى په ټول محل كي يو ځل بيا د يووالي او خوښۍ ژوند پيل شي. قانع ګل، د هغه مور، كورنۍ او ټولو فرهنګيانو له كندهاره په ولسي جرګه كي د وكيلي آغلي شكيبا څخه ځكه ځانګړې مننه كوله، چي هغې په رښتيا سره د خلګو د استازيتوب يوه روښانه بېلګه وړاندي كړل، او په خپلو پرله پسې هڅو سره يې پر پارلمان او چارواكو زور واچاوه، له رسنيو سره يې مركې وكړې او د قانع ګل په راخوشي كولو كي يې ډېره مرسته وكړه. بايد يادونه وشي چي امريكايانو د قانع ګل كمپيوټر چي ډېر مواد او اسناد يې پكښي خوندي دي ګرځولى دى. ",سيد احمد قانع بيا د يارانو تر منځ وخندل 1232,," جلالزی + کابل دا ټکی د نیمروز والي له خبري رسنیو سره په مرکه کښي څرگند کړ . نوموړي د پنجشنبې په ورځ وویل چه د القاعده ډلي جنگیالي چه مخکي له دې په عراق کښي لگیا وو اوس داسي شواهد په لاس کښي لري چه د افغانستان په لور یې مخه کړې او له ځان سره یې د ځانمرگو بریدو میراث هم را وړی دی . د نیمروز د والي د دې خبري سپیناوی تر دې مهاله امریکایي ا و یا هم د پلازمینه کابل لوړپوړو چارواکو ندی کړی . دا په داسي حال کښي ده چه د افغانستان په سهيلی ولایتونو کښي په واري واري ځانمرگي بریدونه تر سره شوي چه په لسگونو تنه مړي یې پر ځای پریښي . او تیره اونۍ د افغانستان د فاع وزارت ویاند ظاهر عظیمی ومنله چه 5 تنه بهرني ترهگر چه یو یې عراقی یو ایرانی او پاتي درې پاکستاني وگړي وو مخکي له دې چه په تروریستي بریدونو لاس پوري کړي نیولي دي ",د القاعده ډلی جنگیالي اوس له عراق نه د افغانستان په لور 1233,," جلالزی = کابل په افغانستان کښي د پاکستان سفیر وایي چه د دوی هیواد د افغانستان په چارو کښي لاس وهنه نکوي  نوموړي دا څرگندوني د 5 شنبه په ورځ وروسته له هغه په کابل کښي څرگندي کړې چه د کندهار د سپین بولد ک ولسوالۍ له خونړي ځانمرگي چاودني وروسته د کندهار والي اسدالله خالد پاکستاني وگړي او پاکستاني دولت د دې بریدو تر شا گرم وبلل . اسدالله خالد ویلي وو چه دا شان چاودني نه په افغانستان کښي تاریخي سابقه لري او نه هم افغانان ورسره مینه لري هغه وویل چه د پاکستاني استخباراتي ادارې او حکومت یې له  کلو راپدې خواه په یو نه یو ډول د افغانستان په کورنیو چارو کښي لاس وهنه کوي ",پاکستان : موږ د افغانستان په چارو کي لاس وهنه نکوو 1234,,"  جلالزی = کابل په ( اچ ، ای ، وي) ویروس د ککړو دریو نورو افغان وگړو پیژند گلوي وشوه  د افغانستان دعامي روغتیا وزارت د اچ ای وي ایډز ناروغی په وړاندي د مبارزې د څانگي ریس ډاکتر احمدزی چه نه یې غوښتل په اچ ای وي مثبت ویروس د اخته کسانو دقیقه شمیره وښیي له ډیرو خبرو اترو وروسته دا شمیره د تلیفون په کرښه بینوا ته څرگنده کړه . هغه وویل چه که دوی دا شمیره اعلان کړي نو بیا به هیڅ هغه کسان کلینیکونو ته د ویني د معاینې په موخه مراجعه ونکړي چه شک کیږي د اچ ای وي په ویروس ککړ وي . ډاکتر احمدزي وړاندي وویل چه د اچ ای وي په ویروس دا نوي اخته کسان د کابل په پولي کلینک کښي پیژندل شوي او دا ناروغي ځکه په افغانستان کښي په خوندي سره د خپریدو پر حال کښي ده چه د افغانستان په پلازمینه سربیره په ډیرو ولایتونو کښي د نامشروع اعمالو د تر سره کولو کلپونه موجود دي . ده وویل چه دوه میاشتي مخکی په افغانستان کښي 49 تنه په اچ ای وي مثبت ویروس اخته وو خو اوس دا شمیره 51 تنو ته رسیدلې ده . نوموړي زیاته کړه چه له نړیوالو روغتیایي ټولنو یې د 15 ملیونوو ډالرو مرستي غوښتنه کړې او هغوی هم د ورکړي ټټر وهلی دی . د ډاکتر احمدزي دا څرگندوني په داسي حال کښي را برسیره کیږي چه د کابل ښار د وزیراکبرخان په سیمه کښي بی شمیره چینایي هوټلونه د افغانو او بهرنیو بډایو ځوانانو هر کلی کوي. ",په افغانستان کي په ايډز ککړ درې کسان وپيژندل شول 1235,," جلالزی = کابل د زابل د والي ویاند گلاب شاه علي خیل هغه رپوټونه رد کړل چه له ځینی راډیویي شبکو نه په دې نامه خپاره شوي وو چه گواکي د زابل د مرکز قلات ښار او ځینو نورو ولسوالیو ترمنځ د واوري د درانه ورښت له امله لاري د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي . علي خیل وویل چه دوی له ټولو لري پرتو ولسوالیو سره پوره اړیکي لري او په دې ولایت کښي دومره واوري ندي شوي چه خلک ترینه په ویره کښي وي . زابل د افغانستان یو له هغو سویلي ولایتونو دی چه په وار وار پکښي په دولتي سرتیرو د ولسوالو طالبانو له خواه بریدونه شوي او ځایي اوسیدونکي هم د دولتي چارواکو کم زور تیا ته د امنیت په نه ټینگښت کښي گوته نیسي ",په زابل کښي دولتي چارواکي د لارو د بندیدو ادعا نه مني 1236,," جلالزی = کابل د افغانستان گڼ شمیرخلک د کورنیو چارو د پخواني وزیر علي احمد جلالي په تمه دي  شیر اقا چه 45 کاله عمر لري وایي چه د حامدکرزي په کابینه کښي یوازنی قاطع وزیر علي احمد جلالي وو چه نه پوهیږي ولي له دندي گوښه شو خو 24 کلن محب الرحمان چه د پولیسو جامې یې په تن دي وایي د کورنیو چارو وزارت د وزیر څوکی تر اوسه هم خالي ده ځکه حامد کرزي په دې ونه توانید چه د جلالي پر ځای داسي یو څوک وټاکي چه څه نا څه د هغه په قدمونو پل کیږدي. دی وایي علي احمد جلالي د هغو کسانو لیست جمهور ریس ته سپارلی وو چه ویل کیږي د مخدره توکو په قاچاق کښي یې لاس درلود او په دې لیست کښي د 14 والیانو او 4 وزیرانو نومونه لیکل شوي وو او وزیر دې ته شیبې شمیرلې چه له دې قاچاقبرو سره کلک چلند وکړي . سوسن چه له یوې بهرنۍ غیر حکومتي ټولني سره کار کوي وایي هیله لري چه بیرته پخوانی وزیر هیواد ته راشي ځکه هغه یو قاطع وزیر وو او واقعا یې امنیت ته خدمت کړی وو . دا په داسی حال کښي ده چه ځیني خلک بیا په دې نظر دي چه د کرزي د کابینې دوه وزیران چه تر ټولو قاطع او کارپوه وو په دې دلیل له خپلو دندو لاس په سر کیدو ته اړ شول چه حامد کرزي یې وړاندیزو ته مثبت جواب ورنکړ . د يادولو وړ ده چي د ښاغلي جلالي له استعفا وروسته په افغانستان کي امنيت تر بدو بتر شوی او هر ځای چاودني او ځانمرګي بريدونه ترسره کيږي خو دولت د عامو وګړو په ساتنه کي پاته راغلی دی ",ډير افغانان بيرته جلالي د کورنيو چارو وزير غواړي 1237,," جلالزی = کابل د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي د پیښي تاید وکړ . نوموړي وویل چه دا چاودنه تیره ورځ د کندهار د لوې والې په سیمه کښي هغه وخت را منځ ته شوه چه د ملي پوځ د سرتیرو یو موټر په هغه ځای پر ځای شوي ماین وخوت چه له لري واټن نه کنټرولیده . په پیښه کښي ویاند د چاه د وژل کیدو او یا هم ټپي کیدو خبر ورنکړ. خو دا یې ومنله چه په چاودنه کښي د ملی پوځ یو رینجر ډوله موټر سخت زیانمن شوی دی ",د افغان ملي پوځ یو موټر په کندهار کښي ماین والوزاوه 1238,," جلالزی = کابل پنځه تنه حاجیان هغه مهال ونیول شول چه د سپرلۍ الوتکه یې د کابل په هوایي ډگر کښي را کوزه شوه  د کابل نړیوال هوایي ډگر د سرحدي پولیسو مامورین وایي دا افغان حاجیان مخکي له دې چه له سعودي عربستان نه هیواد ته راستانه شي سعودی چارواکو یې په اړه ورته د نیولو دستور ورکړی وو . د دې حاجیانو د نیوني اصلي لا مل غلا په گوتو شوې ده . سعودي چارواکو ویلي نوموړي کسانو په دې سربیره چه د حج مراسم یې تر سره کړل په همدې مهال یې د ځینیو حاجیانو جیبونه هم لوڅ کړي وو . دا په داسي حال کښي ده چه سږ کال 25000 تنه افغانان سعودي عربستان ته د حج د مراسمو د ادا کولو په موخه الوتي وو چه د 5 شنبه تر ورځي یوازي 12000 تنه هیواد ته بیرته راستانه شوي دي . ",پنځه تنه افغان حاجيان په کابل هوايي ډګر کي ونيول شول 1239,," جلالزی + کابل دا مئ 8 ډوله ترکمنستاني چورلکه چه د سره صلیب له خواه دترکمنستان له دولت نه په کرایه نیول شوې وه د پاکستان زلزله ځپلو سیمو ته یې مرستي رسولې چه د پیښور له هوایي ډگر نه را الوتې وه او د ترکمنستان په لور روانه وه چه د پاکستاني چارواکو په قول د افغانستان خاوري ته په ننوتو یې د هدایت له مرکز سره ارړیکي وشلیدلي . د پاکستاني کشمیر مظفر اباد د سره صلیب د نړیوالي کمیټې ویاند وویل چه دا چورلکه د افغانستان خاورب ته ننوته او بیا یې ورسره اړیکي ندي نیولي . خو د افغانستان د ترانسپورت دوزارت تخنیکي معین بیا د پاکستاني چارواکو او د سره صلیب د مامورینو دا ادعاوي رد کړي او وایي چه که دا چورلکه د افغانستان خاوري ته ننوتې وای نو ښایي چه د کابل او یا هم د بگرام له هوایي اډو سره یې ټيلفوني اړیکي ټینگي کړي وای چه دا کار ندی شوی . په افغانستان کښي د ایتلافي ټلوالي ویاند هم ومنله چه تر اوسه یې د دې ترکمنستانۍ چورلکي د لتون په موخه د افغانستان په خاوره کښي 500 الوتني تر سره کړي خو د چورکي پته نه لگیږي . په دی چورلکه کسی 7 تنه سپاره وو چه څه باندي یوه اونۍ مخکي د پاکستان ، افغانستان او ترکمنستان په هوایي لویه لار تري تم شوه او تر اوسه یی برخلیک ندی روښانه شوی ", د ترکمنستان ملکیت څرخي الوتکه تر اوسه هم لادرکه ده 1240,ارواښاد عبدالروف بېنوا," د پردېسانو هدیــــــره څه خبر یم چي الهام و ، که روحي کیف و ، د میني په روڼو ستــــــــرګو مي ولید ، یاحالت و ، د ویدني  هیڅ تعبیر ئې په ما نشي ، له ما مه غواړه څېـــــړنه لېــونیو نه به څو کړې ، کیفیت او کیف پـــــوښتنـــه  که ته روغ ئې رانه باڅه ، روغ به څه اوري غمونه  ناروغــــانو ته په کار دي ، د ناروغـــو فریـــــادونه ========== د صحرا لور ته رهي وم ، نا خبر له خپله ځانـــه تمدن مي تر شا پریښـــود ، کناره شوم له انســانه  چي آزاد د زړه په خوښه،خپل د سوز نارې فریادکړم د قدرت لمن ته غوځار شم،چي دا چا هسي نامراد کړم  آه ، ماته غوښته چي ښاد شم،دي ناقص انسانیت کښي ما بهر له دې جنجــاله ، غوښته نور څه حقیقت کښـي  هو ! ښادي دي وي دنورو ، ماته غـــــم د میني بس دی له دې غمه دي خلاص نشم،څو په خوله کښي می نفس دی ========== په دې حال د غره وخواته ، تلمه ډوب په اندېښنـــو کښي د ماښام تیارې خورې شوې ، د آسمان په کنـــــاروکښي  ځای به ځای به ځلېـدله، د آسمــــــان په تندي ستوري سپوږمۍهم ورو،ورو،روانه،تله د خپل مقصد په لوري  خــامــوشي وه وهر لور ته ، نه انسـان نه ئې آواز و له آسمـــانه بیــا تر ځمکي څه چي و ، د مینی راز و  نه څه خیال د جهانګیــــــرۍ و ، نه د وینو تویـــول و نه د خپــل مقصد د پــاره ، د بل روغ انســـان وژل و  او نه دا چي قربــــاني شي ملـت څو تنـــــو د پـــــاره یا ضعیف پښو کښي پامال شي ، د ظالمـــــو له آزاره ========== زړه مي پاک شو له وحشته ، چي له خلقو کناره شوم روح مي والوتئ فضا ته ، د خپل ځان په ننداره شوم  بې اختیـــــاره مي له خولې نه ، ووتل ساړه آهـــــونه لکه دا چي قــدرت ویني ، زما د سوي زړه داغــــونه  زړه کښي پټ د میني اور و ، بیا را پورته ئې لمبه شوه چي په تاومي ئې له سترګو،څو سره څاڅکي را ایله شوه  روح له خپله ناکامیه ، غوښت چي ولاړ سي آسمانو ته هم هالته ځان تسلیم کړي ، د سپېــڅلي عشق لاســـو ته  په دعا په مناجات شو ویل : «درومي غواړه خــــوا ته د ناکــــامه مین روح یم ، یم ناکــــــــام راغلی تـــــاته» =========== په دې وخت له تورو خاورو، یوه «آه» شوله راپورته ورسره سوی آواز و، ورو، ورو، لاړ د آسمان لورته  له آوازه دا نارې وې:«چي مي هیـر نګـــړې نفســــه ! زه هم تا غـــــــوندی ځلمی وم ، ولویدمــه له هوســــه  په وطن کښي مي همزولي ، شا وخوا رانه چاپېـــر وو یو بر بل سره مین وو ، د دنیــــا غمـــــونه هېــــــر وو  چي په ډله کښي به چیـــري ، دیوه په زړګي غــــم شو د دا نورو په خنــــــدا به دغه ویر له منځــــه کــــم شو  غولول په منځ کښي نه وه ،زړوته تېـرخواږه یاران وو نه مو لاس د بل په کار کښي،نه غرض مو په جهان وو  ما پیښ کړی کوم ضرر و ، وم د چا پر پښه ختلی چي فلک زار وزبون کړم ، راغلم خاورو ته نتلی  نورهمزولي به وي هلته، به عشرت اوپه هوس کښي زه جـلاله خپــــله سېـله ، دلته بند شوم په قفــس کښي  دا د کوم ناترسه لاس و ، چي ئې بېـل کړم له ټولیـــه خوږ وطن را څخه پاته ، مرګ مي شو له ناکـــــامیه  لاس دې مات شي په بندو کښي،چي یاران به بېلوي څوک یا نفسي مقصـــــد د پاره ، دزړه مینــــه ژوبــــلوي څوک ========== دا آواز لا خاموش نه و ، چي له بلي خوا فریاد شو :  «ما هم هېره نه کرې ګوره ، زلمیتوب مي نامراد شو  دا زما حال هم پورته عرض کړه،آه نامراده یو نجلۍ وم باعفتـــــــــــه پښتنـــــــه وم ، را وتلـې له کــــــږدۍ وم  پنځه کاله دي چي کیږي ، یار مي بند دی په زندان کښي زه هم یار پسي را ورکه ، شوم بندي په ګورستان کښي  په کږدۍ کښي سره ناست وو ، ما پر یار کول نازونه د وصـــــال لومړی ساعـــت و ، ناخبـره له بیلتـــــونه  دا لومړۍ شپې د واده وې ، چي مي یار سره وصلت و  لاس په لاس به ګرځېـدلو ، زړه په زړه سره صحبت و  راز و نیاز دمیني خبور و ، خوله مي ډکه له خندا شوه د فلـــــک څپــېړه راغله ، خندنۍ خــــوله په ژړا شوه یار ئې و یوست زما له غــېږی،به ژړا،ژړا جدا شوم دی بندي شوپه زندان کشی،زه ځوانمرګه نیمه خواشوم  له وطنه شوم را بېـله، نه مي پلار شته ، نه مي مور شته خاطره د یار د مینی ، بل دغه خـــــــــاوری د ګور شته  نه مي څوک پر جنازه و ، نه پر مرګ مي چا فریاد کړ نه مزار باندي ګلونه ، نه مي بیا نوم چـــــــــا په یاد کړ  په ژړا دي سترګي ووزي ، چي مین به ژړوي څوک آل عیال دی په کړاو شي،چي به زړونه کړوي څوک ========= دې فریــاد لا ازانګـــه کړه ، چي یو بل نری آواز شو د ماشوم د زړه ارمان و ، چی څرګنده ئې پټ رازشو:  «دګناه نه پاک ماشوم وم ، د خپل پلار سره فرار شوم مورمي مړه شوله په لاري، په حسرت ترېنه کنارشوم  پلار مي مړکئ ظــالمانو ، زه ئې پریښــــودم بې پلاره آه څه سخت زړه د انســــان دی ، نه ویرېـږي له آزاره  نه مي ناز د بابا ولید ، نه د مور په غېـږ کښي لـــــوبي کله دلته کله هلته ، رنګ می زیړ ستــــــرګي بې خوبي  په شپو شبو به وږی تږی، یخ ته پروت وم تر سهـــــاره د زړه سوي په ستــــــرګو ماته ، هیچا نه کتـــل له عاره  څوورو،وروپه رنځ اخته شوم،مرګ مي شوپردي وطن کښي نور له حاله خبر نه یم ، چي یم پروت د چـــــا کفــــن کښي د بشر نوی نهال وم ، چا محروم کړم له ژونــــــدونه؟ شوه تر تورو خاورو لاندي ، زما د زړه ټول امیدونه  رب دې مرګ په ناکامۍ کړي،چي ماشوم آزاروي څوک یا چي زوی له موره بېل کړي،اوپلارداربې پلاړوي څوک ========== په زرګونه فریادونه ، شوه را پورته په فضـــــــــا کښي چي ټول مړه له ناکامیه ، و مو نه خندل دنیـــــــــا کښي  زه مبهوت ولاړم دې حال ته،چي دا څوک دا څه غوغا ده؟ زه خو تښتـېدم له خلقو ، دلته هم د شور دنیـــــــــــــــــا ده  په حیرت په اضطراب شوم ، چي دا څنګه منظـــــره ده چا په غوږ کښي راته و وې، پردیســــانو هدیــــــــره ده ",د پردېسانو هدیــــــره 1241,هدايت الله هدايت,"    ديــوه امـريـکايـې سرتيـري مــور لـيـک  د  وينـزويـلا و نړيـوالي غـونـډي تـه سيندی شيهان  ( (Cindy Sheehan ژباړونکی :  هدايت الله هدايت    یوه بل شاني نړۍ شونې او اړينه  ده .  دا دهغي لويې  نړيوالي ټولنيزي غونډي شعاروو چې ما  او نور لسو زرو تنوګډون پکښې کړی وو . زه پوهېږم چې شايد ستاسو له نظره دغه  مفکوره چې يوه داسي  نړۍ را مينځته سي چې هلته ټوله  په سوله او امن کې ژوند وکړي او د ټولنيز عدالت نه برخمن وي  لږ شاني غير واقعي او خيالي تر سترګو شي، خو دغه غوښتنه زما په زړه او روح کې يو خاص ځاي موندلی دی .   موږ و يوې بلي نړۍ ته اړتيا لرو دا ځکه چې دغه موجوده نړۍ  د ريښې نه خراپه او فاسده ده .   د کال ۲۰۰۴ د اپريل د څلورمي نه مخکې چې زماز وی کاسي په عراق کې ووژل سي ، ما هومره سفر نه کاوه . ما په خپل ټول ژوند کې يوازي و مکسيکو او اسرائيلو ته  سفر کړی وواو بس . پاسپورټ مې ﻻ تقريباً نوی وو . د هغه راهيسي چې ما د چل ول، دوه مخي ، تذوير او د عراق ددې غير انساني ، غير اخلاقي او نا مشروعه اشغال پر ضد مبارزه پيل کړېده ما و ټوله امريکا ته سفر وکړ او د پاسپورټ ټولي پاڼي مې څه نا څهً ډکې شویدي .   زموږ د مځکې کره ښکلې ده . ددې خاوريني کرې انسانان ټوله مهربانه او ښه خلګ دي . دغه ټوله ښاغلي انسانان بس يوازي و ځان او خپلو اولادو ته يو ښه ژوند غواړي . دغه انسانان  په کوم ځاي کې چې ژوند کوي بس همداغواړي چې آرامي او هوساينه ولري . هغوی غواړي په نس ماړه وي او د يخني نه و نلړزېږي . هغوی غواړي د څښاک پاکي صحي اوبه ولري او وکولاې سي تر کومه ځايه چې امکان لري د ژړا پر ځاې يې پر شونډو باندي موسکا پرته وي او و ناڅي . دغه انسانان هيله لري د خپلو خپلوانو او دوستانو سره زاړه شي او د ژوند په پاې کې د خپل قوم او خپلوانو لخوا و خاورو ته وسپارل شي . لنډه دا چې ددې خاوريني کرې انسانان  ټوله داسي يوه نړۍ غواړي چې موږ امريکائيان يې هم هيله لرو .   خو دا د امريکا دولت دی چې  فرهنګونه، مذهبونه، انساني قومونه او ملتونه تر ستم ﻻندي را ولي او قصد لري چې هغوی د صحنې نه وباسي او د نړۍ و يوې خواته يې و غورځوي .  د جورج بوش بې احساسه ماموران لکه نانځکې چې ګړيږي وايې "" چې موږ غواړو هلته د هغوی سره مبارزه و کړو څو  دېته اړ نشو دلته  د هغوی سره ﻻس او ګرېوان سو ""  اوس زه دا پوښتنه کوم  چې  دا « هغوی » څوک دي ؟ دا د عراق خلګ ؟ آيا دا هغوی هغه  وږي  تږی ماشومان دي چې پر کورو يې کيميايې بمونه را اوريږي؟ او که  داد هغوی يوه مور  ده چې د خپلي  کورنۍ د ورځني اړتياو د رانيولو  په جریان کې د يوه بم قرباني کيږي؟   دغه هېواد که  اشغالګرو  نه واې ﻻندي کړاې په يقين سره به دغه بمب اېښودنکې په دې فکر کې نه لوېدلاې چې دا شاني کارونه تر سره کړي .  آيا ددې "" هغوی ""  نه منظور هغه  نيکه ګان او اناګاني دي چې خپل ټول عمر يې په  خپلو کورونو کې و زړتوب ته رسولی وو او اوس کله چې اشغالګر ائيتلافي لښکري د خپلو« متمدانه  هدفونو»  په خاطر د هغوی پر سرو باندي خوښه اي بمونه اوروې  او  نشي کولاې   خپل کورو نه پرېږدي؟   موږ د متحده ايالاتو استوگني بايد خپل رهبران د هغه کور ورانوونکو امرونو ددوام نه ليري وساتو او د هغوی د انساني ضد مقاصدو مخنيوی  يې وکړو او  پرې نږدو چې هغوی  يوځل بيا نور بېګناه انسانان ووژني .  څرنګه چې ټولو ته جوته ده  دغه ډارن خپلي خيالي جګړې پخپله نه تر سره کوي او خپل اولادونه هم ودې جګړو ته نه لېږي  چې دهغوی د شيطاني افکارو لپاره و جنګيږي . هو، هغوی زموږ و بچيانو ته امر کوي  چې دغه فجيع او قبيح  غلچکي کار تر سره کړي . هو ، زموږ اولادونه بايد دغه  چټله، انساني  ضداو بې وجدانه کار تر سره کړي . زموږ و سرتيرو ته ښوونه کيږي چې عراقيان انساني ارزښت نلري بايد ووژل سي . زموږو سرتيرو ته دا خبره زده کيږي  چې عراقيان د انسانانو په ډله کې نه  راځي ځکه نو د بوده ګانو په څير بايد ورسره چلند وسي .  په واقعيت کې زموږ د سرتيرو يعني زموږ د بچيانو په مغزونو کې  پر انسان او انسانيت باندي د عراقيانو  تړاو  تر پوښتني لاندي راوستل  سوېدی څو هغوی په  آسانی سره   دغه انسانان ووژني .   يوه ورځ مې "" د امريکائيانو د جګړي  ضد دیوه  چا  د کرکي او نفرت نه ډک  يو ايميل تر ﻻسه کړ . هغه ليکلي وه په داسي حال کې چې عراقي پلرونه او ميندي د خپلو ماشومانو د وژلو نه فريادونه او چيغي  باسي، تاسو يوازي د کيمرو ومخي ته ځانونه ښکاره کوی او  ددوربينو و مخي ته دغه خبري کوی . دوې داسي حيوانان دي چې ستاسو د اولادو او د عراقي پلرو او ميندو و قتل ته هيڅ ارزښت نه ورکوي او د هڅو موخه يې تل داده  چې  د جګړې لمن پراخه کړي  ""  هو، زه هم وايم چې  سمه ده دا يوازي کېداې سي د جنرال شرمن د نسل فرهنګ وي چې وائي "" يو مړ  سور پوستئ  ښه سور پوستئ دئ "" هوکې په واقعيت کې دغه انساني ضد جريان دی چې غواړي زموږ ټولو نه انسانيت واخلي .   ""يوې بلي شاني نړۍ  ته اړتيا ده "" هو دغه بل شاني نړۍ به هغه وخت  ممکنه وي چې موږ پر دې ټکې باور وکړو  چې ټوله انسانان د پيدايښت نه بيا د خپل ژوند تر پايه پوري يو د بل نه توپير نلري . که انسانانو ته درد اورنځ جوړسي نو هغوی به رنځ  زغمي . که انسانان د خوړو دپاره څه ونلري نو د لوږي رنځ به باسي . که دغه انسانان د څښاک اوبه ونلري نو د تندي رنځ به ګالي . که انسانان  خپل دوستان چې مينه ور سره لري  د لاسه ورکړي نو د غم کمبله به يې غوړيدلې او  غم او ماتم  به ورباندي خپور وي . که ساړه وي نو لړزيږي به او که خوښ وي نو موسکی به وي .  موږ  څرنګه کولاې سو چې خپلي سترګي پټي کړو او خپلو رهبرانو ته اجازه  ورکړو څو په نړۍ کې زموږ وړونه او خويندي را ووژني ؟   يوې بلي نړۍ  ته اړتيا  او ضرورت شته . خو دغه اصل يوازي هغه وخت په  واقعيت باندي بدلېداې سي   چې موږ د لويو کنسرنونو مخه ونسيو . هغه کنسرنونه چې په ټوله نړۍ او دلته په امريکا کې زموږ  او د ټولي نړۍ ويني زبېښي او زموږ غوښي تر فشار لاندي کوفته کوي . هاليبرټون، بشتل او جنرال الکټريک د جګړې ګټونکي   د انسانانو د وژني نه لويه ګټه پورته کوي او خپل جېبونه پړسوي . دوی و سرشاره ګټو ته د رسېدو او تر ﻻسه کولو دپاره د مځکي کره په يوې کنډواله او صحرا باندي اړوي . موږ بايد هغو بې مسؤليته شرکتونو ته فکر وکړو چې زهرجن او کيمياوي مواد زموږ پر تنفسي چاپيريال باندي را اوروي . دغه زهريات د انسانانو دمرګ باعث ګرځي اوزموږ د ژوند چاپيريال او زموږ راتلونکې را ورانوي . د وال مارکت غوندي شرکتو ته سوچ وکړو چې خپل کارمندان او کارګران په بهر او دننه کې استثماروي . دا دڅه دپاره ؟ په دې خاطر چې يوه کورنۍ يعني د والتونز کورنۍ نوره هم بډايه شي .    يوې بلي نړۍ ته اړتياده . خو دا نړۍ هغه وخت امکان لري چې موږ خپلي اړيکي پرتيلو باندي لږ کړو او د هغو پيسو يوه برخه چې دعراق و وسله والو کانالونو ته شوه کيږي هغه د انرژۍ پر څېړونو باندي  ولګوو . ما د وينزويلا دډېرو خلګو سره خبري اتري کړی دي هغوی  په ډېره وېره او اندېښنه کې دي چې امريکا به پر هغوی باندي وسله وال بريد وکړي . هغوی پوهيږي چې اصلاً خبره پردې باندي نده چې چاوز  ډيکټاټور دی که يا ( زما په اند هغه ډيکټاټور ندی ځکه چې هغه ديوې ډيموکراټيکي ټاکنی د لاري  د خلګو لخوا ټاکل سوی  او په خپل هېواد کې د خلګو خوښ دی ) .  د وينزويلا ملت  ډېر هوښيار دی او په دې پوهيږي  چې واقعاً که امريکا د هغوی پر هېواد باندي يرغل وکړي دا ددې دپاره نده چې ګني موږ غواړو هغوی ته "" آزادی او ديموکراسي"" راولو بلکه هغوی پوهيږي چې  همدا اوس دغه دواړه لري. پس د څه د پاره؟  په دې هکله بايد ښه ترها فکر وسي .   يوې بل شاني نړۍ ته اړتيا ده . خودا نړۍ هغه و خت تحقق موندلې شي چې امريکائيان د خپلو ځان غوښتونو نه را تا سي او ځان د عراق پر مسئله او د بشري حقوقو د تر پښو ﻻندي کولو پر مسئله باندی  مشغوله کړي . موږ بايد خپل ﻻسونه و  انسانيت او نورو انسانانو ته اوږده کړو . وهغو انسانانو ته چې ددې خاوريني کرې پر مخ باندي د بېلابيلو نژادو په درلودلو سره  ژوند کوي او د زړه ويني خوري . يوازي په دې ډول کولاې سو ګډ و اوسو او د انسانيت او شرف نه ساتنه وکړو. د نړۍ دهغو  محرومانو او غريبانو انسانانو نه دفاع وکړو  چې زموږ دولت او زموږ کنسرنونه يې  دپرېمانه پيسو  دلاسته راوړولپاره  تر خپل ماشين لاندي  راولي او وژني يې .   په دې نړۍ کې سوله او عدالت دوې  ژوري او يوځاي سوې  مقولې دي چې  نشي کېداې هغه  يو دبل نه  جلا کړل شي . واقعي او تلپاتي سوله يوازي هغه وخت  امکان لري چې موږ هغه کسان چې هم په شغلي لحاظ او هم هغوی چې د جګړې پر ماشين باندي تړلي دي دې ته اړ کړ و څو سوچ وکړي او وپوهيږي چې و څه شي ته خدمت کوي . موږ ددې ټولو جناياتو او وژنو ته په پاملرني سره  چې  زموږ رهبران يې په ټوله نړۍ کې هره ورځ تر سره کوي، بايد د ټولنيزعدالت غوښتونکي واوسو.   يوبله نړۍ ممکنه او شونې ده . ددې دپاره چې تاسو ددې واقعيت سره يو ځاي شۍ په کار ده چې د مارتين لوتر کينګ خبري په ياد ولرو . زه د هغي مفکورې هيله لرم چې مارتين لوتر کينګ د هغه دپاره ژوند کاوه ، هغه ته د رسېدو دپاره يې و خلګو ته خدمت کاوه او خپل ژوند يې پر هماغه  مفکورې باندی کښېښود . زه د هغې ورځي په تمه يم  چې مارتين لوتر کينګ دهغه يادونه کوله . هغه تلاښ کاوه چې مينه او دوستي ولري . زه هیله منه یم يوه ورځ څوک ووائې چې ما زيار ايستلی دی د جګړې په باره کې خپله موضع و نيسم . زه دهغي و رځي په انتظار کې يم چې څوک  ووائې چې ما دزړه له کومي تلاښ کاوه چې تن لوڅو ته جامې واغوندم . هغه ورځ که موږ وکولاې سو ووايو چې موږ واقعاً تلاښ کاوه چې د زندانو نه ليدنه وکړو ،انسان ته خدمت وکړو او د انسانيت سره مينه ولرو ،  که تاسو او زه په ګډه ووايو چې مارتين لوتر کينګ  د ټولني عدالت، د سولي او د هر هغه څه  دتصفيې لپاره چې په هغه کې بدي او پليدي ده، هغه يو سر تيری وو  نو هغه وخت به کولاې سو د يوې بلي نړۍ جوړېدل شونی کړو . دفبروري دريمه ۲۰۰۶ ",يــوې بـل شـانـې نــړۍ تـه اړتيـا ده 1242,حقمل," په هغه درنه جګړه کې چې نن دهلمند ولايت د سنګين په ولسوالى کې د دولتي او طالب جنګياليو ترمينځ وشوه دواړو لورو ته يې درنه مړينه او ژوبله اړولې او يو شمير ملکي وکړي هم په کې مړه او ټپيان شوي دي. د کورنيو چارو وزارت وياند وايي په دغه جګړه کې ٣٠ طالب جنګيالي وژل شوي او يو شمير نور ټپيان شوي دي . وياند يوازې د ٣ دولتي عسکرو مړينه ومنله مګر عيني شاهدان وايي چې دولتي عسکر و ته هم په دغه جګړه کې درنه مرګ او ژوبله رسيدلې. وياند ويلي چې په وژل شويو کسانو کې د طالب اورپکو دوه لوړ پوړي قوماندانان دملا تورجان او حاجي صبورپه نمونو هم شامل دي.دغه جګړه د جمعې په سهار پيل او دورځې ترپايه يې دوام درلود. ويل شوي ائيتلافى ځواکونو په سيمه کې هوايي بريدونه ترسره کړي چې يو شمير کورونو ته زيان رسيدلۍ او ملکي وګړو ته په کې مرګ او ژوبله هم رسيدلې ده .د هلمند جګړې ته د قندهار اود هلمند دمرکز څخه هم نوي تازه دم ځواکونه رسيدلي دي. جګړه زياته په کليوالي سيمو کې ترسره شوې ده .ددغې درنې جګړې د مرګ او ژوبلې دقيقه شميره لا هم نه ده معلومه او ويل کيږي دولت په سيمه کې فوځي عمليات پيل کړي دي. همداشان د جمعې په ورځ دقندهار د سپين بولدک په سيمه کې هم جګړه شوې ده . ",٣٠ طالب جنګيالي د هلمند په درنه جګړه کې وژل شوي 1243,," افغان ولس مشر حامد کرزي په ډنمارکي ورځپاڼه کې د پيغمبر محمد (ص) د کارتون ايستل په کلکه وغندل او زياته يې کړه چې موږ د اسلامي مقدساتو او پيغمبر محمد رسول الله سپکاوۍ په هيڅ ډول نه شو منلۍ . له دې وړاندې د اطلاعاتو، فرهنګ او توريزم وزارت هم ديوې خبرتيا په خپرولو سره په ډنمارکي او داروپا په يو شمير نورو رځپانو کې دې دا ډول کارتون خپرول غندلي او دايې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته سپکاوۍ بللې . د نړۍ په گڼ شمير مسلمانو هېوادونو کې د ډنمارکي ورځپاڼې او نورو اروپايي ورځپاڼو په وړاندي ستر لاريونونه شوې اوداډول چلند يې په کلکه غندلۍ دى. يو شمير هېوادونو د ډنمارک په خوراکي او نورو توکو بنديز لګلولۍ دى . د ملګرو ملتو منشي کوفي عنان د نړۍ له مسلمانانو څخه وغوښتل چې دڼمارکي ورځپاڼې د مسئولينو بخشنه ومني . د دڼمارک ورځپاڼې د تيرکال د سپتمبر په مياشت کې کارتون خپور کړ چې وروسته د يو شمير اروپايي هېوادونو په ورځپاڼو کې هم خپور شو چې د مسلمانانو کرکه او نفرت يې وپارول .د افغانستان د علماوو شورا هم ددغه کارتون کلکه غندنه کې ده . ",کرزي : د اسلامي مقدساتو سپکاوي نشو منلۍ . 1244,حقمل," د يمن چاراواکو د القاعدې د ٢٣ شکمنوکسانو دتښتيدلو پلټنې پيل کړي دي. دغه ٢٣ تن شکمن کسان ديمن پلازمينې صنعاله جيل څخه په تيښته بريالي شوي دي. د تښتيدلو کسانو هويت نه دى په ګوته شوى .د ٢٠٠٣ زيږديز کال داپريل په مياشت کې هم د القاعدې ١٠ تنه شکمن بنديان د عدن له بندري ښار څخه د يو جيل څخه فرارکړى وو. په يو بل رپوټ کې راغلي دغه بنديان د جيل د مسجد دلاندې د ١٤٠ متره تونل دکيندنې له لارې د سهار په پنځو بجو تښتيدلي دي. ",د القاعدې ٢٣ شکمن کسان د يمن له جيل نه تښتيدلي 1245,," د مصر يوه مسافر وړونکي ( السلام ٩٨ ) بيړۍ چې څه ناڅه ١٤٠٠ سپرلۍ يې درلودې مصر ته نيږدې په اوبو کې غرقه شوه . دغه ٣٥ کلنه زړه او ستره بيړۍ د عربستان د ضبا بندر څخه د مصر د سفاجا بندر په لورروانه وه چې مصر ته نيږدې په سره سمندرګي په اوبو کې ډوبه شوه. د ژغورنې عمليات پيل شوي اود سعودي عربستان چارواکو ويلي چې په دغه بيړۍ کې يې سل تنه وګړو سفردرلود . ددغه وزارت په خپره شوې پاڼه کې راغلي چې دغه بيړۍ ټول ټال ١٣١٨ سپرلۍ درلودې چې ١٢٠٠ يې مصري ،٦ سوريايي ،٤ فلسطيني او ٨ نور يې د نورو هېوادونو وګړي وو.ډيره مسافرين حاجيان وو.په وروستيو رپوټونوکې راغلي چې ددغه بيړۍ ٣١٤ سپرلۍ ژغورل شوې . د ډوبيدو لامل نه دي څرګند شوي.د اوروپايي ټولنې يو مشر چارواکي خاوير سولانا ددغې پېښې په اړوند خفګان ښودلۍ او دقربانيو له کورنيو سره يې غمرازي ښودلې.هداشان د بړۍد ١٨٥ قربانيانو مړي له اوبو څخه را ايستل شوي او دنورو لټون روان دى . بيړۍ ٩٦ کارکونکي درلودل . ",دمصر يوه مسافر وړونکې بيړۍ په اوبوکې ډوبه شوه 1246,حقمل," دقندهار ښار دلويې ويالې په بمي چاودنه کې چې نن رامينځ ته شوه ٢ کسان مړه او ٤ تنه ټپيان شوي دي ، سيمه هم دامهال ددولتي ځواکونو له خوا تړل شوې ده . عيني شاهدانو بينوا ته وويل چې په دغه چاودنه کې دولتي پوليسو ته هم مرګ او ژوبله اوښتې . بينوا ته د سيمې يو وګړي وويل چاودنه په يوه لاسي کړاچۍ کې وشوه چې ملکي وګړي هم په کې وژل شوي دي. دقندهار د يو روغتون ډاکتر بينوا ته وويل چې دپېښې ٦ تنه ټپيان دغه روغتون ته رسيدلي چې دوه تنه يې د ژورو ټپونو په لرلو سره په حق رسيدلي دي. ",په قندهار کې چاودنه وشوه . 1247,حقمل," نن سهار د فليپين په پلازمينه مانيلا کې د اولترا په لوبغاړي کې هغه وخت په يوه ستره ګڼه ګوڼه کې ٦٦ تنو فليپينيانو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې تر پښو لاندې شول .پېښه هغه خت رامينځ ته شوه چې کابو ٣٠ زرو تنو لو بغاړي ته د ننوتو انتظار ايستو. د خلکو ګڼه ګوڼه د يو کس په دې نارې او غږ سره چې( بم دى )رامينځ ته شوه . ټاکل شوې وه په دغه لوبغاړې کې د يو تلويزيون د يوې منلې خپرونې (Wowowee)کلنۍ کليزه جوړه شي او ډيره ستره جايزه يې چې ١٩٢٥٠ ډالره ده ګټونګي ته ورکړل شي.د فليپين مرستيال د سيمې څخه ليدنه وکړه او خپل ژور خفګان يې ښودلۍ دى . دې وايي پيښه د خلکو د ګڼه ګوڼې له امله چې دستره جايزې د ګټلو ليوالتيا يې درلوده ، رامينځ ته شوې ده .په وروستيو رپوټونو کې دمړو شميره ٨٨ تنو اود ټپيانوشميره ٢٠٠ تنو ته رسيدلې ده . ",دمانيلا د اولترا په لوبغاړي کې ٦٦ فيلپينيان مړه شول 1248,حقمل," د هالند پارلمان پس له يواوږد بحث پريکړه وکړه چې خپل ١٤٠٠عسکر به د ناتو په چوکات کې افغانستان ته واستوي او د ارزګان په لايت کې به ميشت شي .د پارلمان له ١٥٠ غړو څخه ١٢٦ غړو افغانستان ته د هالندي عسکرو د ليږلو ملاتړ وکړ . ",دهالند پارلمان افغانستان ته د خپلوعسکروليږدومانه 1249,حقمل," تيره شپه په خوست کې د امريکايي ځواکونو پر اډه دوه توغندي د شمال لويديځ له لوري ويشتل شوي چې مرګ او ژوبله نه لري . د خوست امينتي ځواکونو په دې اړوند پلټنې پيل کړې دي . د جمعې په ورځ هم د بم په چاودنه کې يوتن مړ شو پوليسو وويل هغه کس چې غوښتل چاوديدونکي توکې د يو پل د لاندې ځاى پرځاى کړي په خپله په چاودنه کې ووژل شو. ",خوست کې دامريکايانو پر اډه توغندي ويشتل شوي 1250,حقمل," د شنبې په ورځ کويټي خبري رسنيو خبر ورکړ چې دغه هېواد په پام کې لري د ٧٠٠ زرو وګړو د ځايښت په کچه د اسمان څوکو نوۍ ښار د (حرير) په نامه جوړ کړي چې ودانۍ به يې ١٠٠١ مترلوړوالۍ او ٢٥٠ پوړه ولري. ددغه ښار د جوړولو لګښت ١٧٠ ميليارده ډالر اټکل شوى چې ٢٥ کاله وخت به ونيسي . د کويټ امير شيخ صباح الاحمد الصباح د دغه ښار دجوړلو طرحه منلې او د يو انګريزي شرکت سره يې دجوړولو خبره هم شوې ده. دغه ښار به ستر لوبغاړۍ ولري چې د المپيک ډيره لوبې به په کې جوړې شي . کويټ غواړې د دغه ښار په جوړولو سره کويټ په سيمه کې په يو ستر اقتصادي مرکز تبديل کړي. ",د کويټ دنوي ښارپه جوړولو ١٧٠ ميليارد ډالرلګيږي 1251, وحيد سپين غر _ كابل,"  وحيد سپين غر _ كابل  دلندن غونډي وښوده چي افغانستان لا اوس هم دنړيوالي ورورولي دپاملرني په محراق كي ځاي لري ،اودځينو منفي اندونوپرخلاف افغانستان نه يواځي نړيوالود پاملرني نه دي غورځيدلي بلكي دافغانستان سره يي دپخواپه پرتله دلازياتونورو مرستو ژمني ترسره كړي  دبن دپريكړواساسي دندي په افغانستان كي ددولتي بنسټونوپياوړي كول اودحكومت ددري ګونوقواووبشپړول اواصلاح وه چي دپارلماني ټاكنوپه بشپړيدوسره دبن پريكړي هم پاي ته ورسيدلي اودنړيوالوهغه ژمني چي له افغانستان سره يي ددولت اوحكومت دبنسټونودبشپړولوپه موخه كړي وي ترسره شوي ،په دغه موده كي نړيوالودنورومرستو ترڅنګ دبن ،توكيواوبرلين په غونډوكي دافغانستان سره مالي اواقتصادي مرستي هم ترسره كړي خودامرستي په مستقيمه توګه دافغانستان ددولت له لاري نه دي شوي بلكي دامرستي دانجوګانواونورونړيوالواداروسره شوي  ويل كيږي چي ددغومرستودلګيدونه دولت او ولس دواړه راضي نه دي ،ځكه دامرستي په داسي پروژ و او اقتصادي تاسيساتونه دي لګيدلي چي عام افغان ته دي مستقيمه ګټه ورسوي اويادي هغوي ته دكارزميني پيداكړي ،دامرستي اكثر دلارو،پلونو،ويالو، ښوونځيو او نورو،وړو،پروژولګول شوي چي دومره زياتي اقتصادي اغيزي يي نه ښكاري  دڅلوروكالوپه بهير كي دبهرنيومرستوپه سلوكي ۷۸دانجوګانوله لاري لګيدلي اوايله ۲۲فيصده يي دافغانستان دولت ته وركړل شوي دي ،ځكه خوويل كيږي چي دامرستي په اساسي اوبنسټيزوكارونونه دي لګيدلي اواكثر دامرستي اوپيسي دانجوګانوله لوري په غير ضروري لګښتونواودانجوګانودكاركونكوپه لوړوتنخواګانولګيدلي دي ،له همدي امله داځل دافغانستان دولت داپريكړه وكړه چي دمرستوزياته برخه دي دولت ته وركړل شي ترڅوددولت له لاري په اساسي اوبنسټيزوچاروباندي ولګول شي  دافغانستان دولت وايي چي حكومت اوس داظرفيت لري چي دامرستي په سمه اواساسي توګه دولس داړتيا وو،اوداقتصادي لومړيتوبونو،پرپروژوباندي ولګوي  داچي نړيوالوتراوسه دافغانستان دولت ته دامرستي نه سپارلي دهغوي دليل داوو،چي دافغانستان نوي دولت هغه مهال داسي مرحلي ته نه وو رسيدلي ترڅودامرستي جذب كړاي شي اوددي ظرفيت دي ولري چي دامرستي دي په سمه توګه ولګوي  خودافغانستان دولت په پرله پسي توګه داغوښتنه لرله چي په راتلونكي كي بايد دافغانستان په ابادي پوري اړوندي مرستي افغان دولت ته وركړل شي نه انجوګانوته دولت دادليل وړاندي كاوه چي انجوګاني دافغانانواساسي ستونزي نه شي حل كولي اوبل داچي انجوګانوتراوسه دافغانانولپاره داسي اساسي اوبنسټيزكارونه نه دي كړي چي دعاموافغانانوپه ژوندكي دي دليدلووړبدلون راولي ،له همدي امله ددولت غوښتنه داوه چي دولت ددي توانمندي اووړتيا لري ترڅودامرستي دولس په اساسي غوښتنو اواړتياووباندي ولګوي اوداسي پروژي ترلاس لاندي ونيسي ترڅودهيوادوزګاروخلكو ته دكارزميني پيداشي  داچي يوهيوادغواړي دنړي له هيوادونونه په ميليارډو ډالرومرستي ترلاسه كړي داكومه اسانه لاره اوچاره نه ده ،داكار خپل دلايل ،خپل لومړيتوبونه اويوه علمي اقتصادي تګلاره غواړي ترڅونړيوالوته دقناعت وړوي  دلندن دغونډي نه مخكي يوشمير څيړونكواوسياستوالوداسي ګڼله چي شايد نړيوال په دي كنفرانس كي دافغان چارواكوهغه غوښتنوته سم ځواب ونه وايي چي دوي يي غوښتونكي دي خوددي پرخلاف نړيوالودافغانستان ټولوغوښتونوته غاړه كيښوده اوآن دافغان دولت دچارواكودتوقع پرخلاف يي دزياتومرستوژمني وكړي  دلندن غونډه له څواړخونونه داهميت وړګڼل كيداي شي  لومړي داچي په دي غونډه كي افغان دولت يوه پنځه كلنه هراړخيزه تګلاره جوړه كړي وه اوپه هغه كي يي دهيوادلومړيتوبونه په منطقي اوعلمي توګه په ګوته كړي وو  چي دنوروغونډوپرخلاف ددي پراخي تګلاري دعملي كولولپاره دډيروپيسوغوښتلوته اړتيا ليدل كيده  ددي غونډي دوهم توپير دنوروغونډونه په دي كي و،چي داځل دافغانستان دولت ددي غوښتونكي و،ترڅومرستي دافغان دولت له لوري ولګول شي نه دانجوګانوله لوري ،داچي نړيوال په دي قانع شي اودمرستوزياته اويانيمايي اندازه دي افغان دولت ته وسپاري دايوه بله پيچلي موضوع وه،اولازم استدلال يي غوښته ترڅونړيوال په دي باندي قانع شي چي په افغان دولت كي ددي مرستودجذبولوطرفيت شته اوكنه  چي په دي دواړوبرخوكي دافغانستان چارواكووكولي شول ترڅونړيوالوته داقناعت وركړي اوپه مرستندويه هيوادونو داومني چي دمرستويوه لويه برخه نيغ به نيغه دافغان دولت په واك كي وركړي  دلندن دغونډي په پايله كي نړيوالودافغانستان ددولت پنځه كلنه اقتصادي تګلاره ومنله اوداوس لپاره يي دافغانستان سره دلس ميلياره اوپنځه سوه ميليونوډالرودمرستي ژمنه وكړه په دغوپيسوكي دامريكاله اړخه ديوه كال لپاره مرسته شوي اوهغوي ژمن دي چي دافغانستان دپنځه كلني اقتصادي تګلاري دوروستيوڅلوروكالوپه بهير كي به هم خپلومرستوته دوام وركړي ،دغه رازدبريتانيا هيوادهم ددريوكالولپاره مرسته كړي چي ددريوكالونه وروسته به دافغانستان دپنځه كلن پلان سره نوري مرستي هم ترسره كړي  افغان چارواكودخپلي پنځه كلني تګلاري دعملي كولولپاره دلندن په غونډه كي دشلوميليارډوډالروغوښتنه كړي وه چي دامريكي اوبريتانيا له ټولومرستوسره دافغانستان ددولت داغوښتنه ترسره كيږي  دبن له غونډي نه نيولي بيا دتوكيواوبرلين ترغونډوپوري هره يوه يي زموږ دهيواداوولس لپاره ځانګړي ځاي درلودخودلندن غونډه بيا پخپل وار ترټولونه داهميت وړغونډه وه چي افغان چارواكووكولي شول له يوي خواخپلي غوښتني په نړيوالوومني اوله بلي خوا نړيوال دي ته وهڅوي ترڅودامرستي دافغانستان ددولت له لاري ترسره شي ،چي ددي غونډي په بهير كي افغان چارواكي په دي وتوانيدل ترڅوخپل دواړه اهداف اوموخي ترلاسه كړي ،چي دادافغانستان لپاره دپاملرني اواهميت وړلويي لاسته راوړني ګڼل كيږي . ",دلندن كنفرانس ، دافغانستان لاسته راوړني 1252,حقمل," د پاکستان په جنوب غرب د بلوجستان په ايالت کې د کويټې ښار په ٣٠٠ کيلومترۍ کې نن قبائيلي جنګياليو دغازونل ليکه چولې او ٢٠٠ توغندي يې پر سيمه توغولي دي . د بلوجستان يو مشر چارواکي عبد الصمد لاسي د پېښې پخلۍ کړى ،وايي د بوکتي په دره کې د غازو نل ليکه تر بريد لاندې راغلې او يو توغندۍ د فوځ په يوه اډه لګيدلۍ دى چې يو تن فوځي يې ټپي کړى او ودانۍ ته يې زيان اړولۍ دى. ",د پاکستان د غازو په نل ليکه بريد شوى دى . 1253,حقمل," د ډنمارک لومړى وزير اندرس فوګ راسموسن د ترکيې له لومړى وزير رجب طيب اردوغان څخه غوښتي چې د دغه هېواد او د اسلامي هېوادونو ترمينځ دې منځګړيتوب وکړي. د ډنمارک او اسلامي هېوادونو ترمينځ هغه و خت کړکيچ او تاوتريخوالۍ مخ پرزياتيدو شو چې يوې ډنمارکى ورځپاڼې ( يولندپوستن) د تير دسمبر په مياشت کې د حضرت محمد (ص) د کارتون په ايستلو د ټولو مسلمانان سپکاوۍ وکړ او دمسلمانانوغوسه يې راوپاروله .په ترکيه کې د ډنمارک سفيرپه دې اړوند يو ليک د ترکيې د بهرنيو چار وزارت ته سپارلۍ دى. د اسلامى هېوادونو مشرانو ددغه ورځپاڼې غندنه کړې ،کويټ او عربستان خپلو هېوادونو ته د ډنمارکى توکو په راوړلو بنديز لګولۍ دى. د نړۍ مسلمانانو ددغه عمل پر ضد لاريونونه وکړل او نن د فلسطين د غزې په تراڼه کې يو شمير فلسطيني ځوانانو د المان دفرهنګي مرکز په ودانۍ ور ودانگل چې بيرق ته يې اور واچوو او دودانۍ هيندارې او دروازې يې ماتې کړې . له ډنمارکى ورځپانې وروسته دالمان ، فرانسې سويدن او حتى د يوې اردني اونيزې ( شيحان ) هم داډول انځورونه خپاره کړي دي. اندونيزيا هم ددغه غير مسئولانه عمل سخته غندنه کړې ده . لاريون کونکود سوريې په پلازمينه دمشق کې د ډنمارک سفارت ته اور واچول ش او دناروې سفارت په ډبرو ويشتل شو. ",د ډنمارک لومړى وزير د ترکيې لمن ونيوله . 1254,حقمل .," د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکو منلې چې پوليسو د يوې سپکې نيښتې په ترځ کې د خوګيانيو په ولسوالى کې ٢٥٩ کيلو ګرامه اومه چرس لاس ته راوړي دي. په نيښته کې مرګ او ژوبله چا ته نه ده رسيدلې او قاچاق کونکي په تېښته بريالي شوي دي.چارواکو ويلي ، نيول شوي چرس د کچرو په واسطه پاکستان ته ليږدول کيدل. ",د افغان پوليسو او قاچاقبرانو نيښته شوې. 1255,," د المان د مونشن ٤٢ امنيتي کنفرانس چې تيره شپه د فوځي او امنيتي چارو د ٣٠٠ تنو سياستوالو په ګډون جوړ شوى ،نن رسما د المان د صدراعظمې انګلا مرکل په وينا پيل شو . دغه کنفراس ته به چې د يکشنبې په و رځ هم دوام وکړي د امريکا ددفاع وزير دونالد رامسفلد هم وينا وکړي . د کنفراس د امنيت له پاره ٤٠٠٠ پوليس په دنده ګمارل شوي دي. کنفرانس د ( اروپا او امريکا ) تر عنوان لاندې جوړ شوى دى . ",د مونشن امنيتي کنفرانس پيل شو . 1256,حقمل," د هلمند ولايت د جګړې په هکله مختلف رپوټونه ورکول کيږي او په وروستيو رپوټونو کې ويل شوي چې طالب اورپکو ددغه ولايت د نوزاد ،موسى قلعې او سنګين پر ولسواليو تيره شپه او نن هم بريدونه کړي چې په ترځ کې يې د موسى قلعې دولسوال په ګډون دهغه يو ساتونکى او پنځه تنه دولتي عسکروژلي دي. د کورنيو چارو زارت وياند نن په هلمند کې د پرونۍ جګړې په ترځ کې د ٢٠ طالبانو د وژنې او ١٨ نورو د ټپي کيدو خبره وکړه او زياته يې کړه چې ٥ دولتي سرتيري هم وژل شوي دي. له دې نه وړانده دغه وياند د ٣٠ طالب اورپکو د وژلو خبره کړې وه .په دغه درنده جګړه کې ٢٠٠ طالبان له ٢٥٠ دولتي سرتيرو سره په کليوالي سيمو کې اخ او ډب درلود چې له کبله يې د سيمې يو شمير وګړي هم له خپلو کورونو تښتيدلي دي .په سيمه کې امريکايي ځواکونو هوايي بريدونه ترسره کړي مګر د هلمند مرستيال دغه بريدونه نه مني او وايي چې ملکي وګړو ته په جګړه کې زيان نه دى رسيدلى . په قندهار کې چارواکو ويلي چې په دغه جګړه کې ٢٢ تنه وسله وال طالبان ٣ پوليس ، يو ملکي وګړى او يوولسوال وژل شوي دي. ",دهلمند د موسى قلعې ولسوال وژل شوى دى . 1257,," د دريو اروپايي هېوادونو ، المان ،فرانسې او انګلستان د پريکړه ليک متن نن د اتمى انرژى دنړيوال اژانس په ناسته کې د اطريش په پلازمينه ويانا کې د غړو هېوادونو له خوا تصويب شو . د اژانس وياند مليسا فلمينګ وويل د پريکړه ليک متن د ٢٧ موافقو ، ٥ ممتنعو او ٣ مخالفو رايوپه ورکولو تصويب شو .کوبا ، سوريې او وينزويلا مخالفې رايې ورکړې او الجزاير ، بلاروس ، اندونيزيا ، ليبيا او جنوبي افريقا ممتنع رايې ورکړي دي. ",د ايران په اړه د پريکړه ليک متن تصويب شو . 1258,," جلالزی + کابل که بریتانوي سرتیری د افغانستان په سویل هلمند کښي سم چلند ونکړي دوی به خپلو کورو ته د کفن په جامو سمبال ورشي ، دا نوي سرتیري د افغانستان هغي سیمي ته استول کیږي چه د مخدره توکو کاروباریان ،تروریستان او د طالبانو د پاتي شونو کړه وړه پکښي ډیر گړندي دي او که د کوکنارو د کروندگرو کروندې واړول شي کروندگر وایې دوی چمتو دي چه د خپلو وینو په قیمت د خپلو کروندو دفاع وکړي . احمد جان چه په خپلو پړسیدلو ، چاودو او بی رحمه گوتو چه نوکان یې هم په سرو وینو لړلي وو د خپلی شنې کروندې د بوټو پر سر په موسکۍ خوله او ډیر په ناز لکه څوک چه خپل ماشوم زوی کراروي لاس را تیراوه راته وویل: دا زما ژوند ده!  دا کرونده له نن نه څه باندی درې میاشتي پس سپیني شیدې ورکوي. او هغه شیدې زما په کار دي . احمد جان وایی دا به سه وي چه وجنگیږم او مر شم تر هغه چه بریتانوي سرتیری زما تر مخ په ړنو سترگو زما ژوند (کوکنار) رانه واخلي . دا زما ژوند ده ! دا زما هر څه دي! خدای ته شکر کوم . د ده تر شاه د یو ډیزلي واټر پمپ د اوبو د چرپ او چروپ ږغ هم تر غوږو کیږي دا د اوبو پمپ له 65 مترو لاندي د ځمکي له تل نه اوبه راغورځوي او دا اوبه هم د کوکنارو د بوټو تل ته وربهیږي. دا کوکنار کرونکي هلمندي چه خیرني خړي جامې ول ول لنگۍ او شلیدلي چوټې یې پر پښو وې ټینگار یې وکړ که هغوئ زما کوکنار ووژني په دې معنی ده چه هغوئ زما اقتصاد وژني او زما د اقتصاد وژنه په دې معنی ده چه هغوی ما وژني ! وروسته له هغه چه د امریکا د دفاع وزیر دونالډ رامسفلډ افغانستان ته راغلی نو د امریکا دولت رسما وپتیله چه خپل څه باندي 3000 تنه سرتیري به له افغانستان نه بهر کړي اوس ویل کیږي چه د دی سرتیرو ځای به بریتانیوي سرتیري نیسي او دا 3300 بریتانیوي سرتیري به چه د بریتانیا په پراشوتي لوا او 16 هوایي لوا پوري اړوند دي د افغانستان په هلمند ولایت کښي به ځای پر ځای شي هلمند هغه ولایت دی چه له یوې خواه د مخدره توکوکاروباریان نغواړي پکښي امنیت او د دولت لمن پراخه شي او له بل لوري طالب پاتي شوني ورته د گواښ د رامنځ ته کولو لار څاري . پر دې سربیره د احمدجان له هغی ځمکي نه چه یې کوکنارپرې کرلي امکان لري چه 5 کیلوگرام تریاک ترینه تر لاسه کړي او په هر کیلو تریاکو به نوموړی څه کم 32 افغاني غله کري . د ملگرو ملتو سازمان تیر کال رپوت ورکړی و و چه د نړۍ سوداگریزو بازارونو ته په تیر کال د هر هیواد په پرتله دافغانستان سپین پوډر(هیروین ) ډیر رسیدلي وو او د هغوۍ ټول ټال بیعه په نړیوالو هیرویني مارکیټونو کښي په انگلیسی پوند 2.7 بلیونو پونډو ته رسیدلې وه. اروپایانو ته تریاک چندان خوند نه ورکوي هغوی هیروین خوښوي . هیروین سالاران او جنگ سالاران خپل اصلي موخي یعني د هیروینو پوډر د هلمند د لښکر گاه ښار له چاپیرلري پرتو سیمو نه تر لاسه کوي نه د لښکر گاه له ښار نه . خو د هلمند ولایت پولیس لیدل کیږي چه ډیر ناتوانه اوستومانه ښکاري . اوس امنیتی کارپوهان په دې بارو دي او له دې په ویره کښي دي چه که بریتانیوی سرتیري هلمند ته ولاړ شي نو داسي ونشي چه د القاعده غړي له پاکستان سره د هلمند په پرتو غرنیو سیمو کښي دوی ته ډیري وژونکی لومي ځای پر ځای کړي . له نن نه 126 کاله مخکي بریتانیوی سرتیرو په هلمند کښي پراخ حضور درلود او د تاریخی چارو د ماهرینو په قول یوازي د هلمند سویل لوري ته د کندهار په لویه لاره د میوند په نامه په خونړۍ تاریخي جگړه کښي له افغانانو سره 962 تنه بریتانویان ووژل شول او 161 تنه نور ټپیان شوي وو. ځیني ژوندي هم پاتي شول ځکه افغان جنگیالو د دې پر ځای چه له ماتي سره مخ شوی دښمن تعقیب کړي نو دوی د دې پر ځای د هغوی د مالونو په غنیمت لاس پوري کړ. ټپي بریتانویان د اورگاډي هغو واگونونو ته واچول شول چه له وسلو ډک پکي وو هغوی چه له ډیرو پرهرو چیغي وهلې. داسی خو هم په تاریخ کښي ویل شوي چه د وژل شویو بریتانویان مړي په یو وچ کانال کښي د افغانانو له خواه غورځول شوي وو .  د میوند دې جگړې په هکله د افغانستان د لمړنیو سونځیو په کتابونو کښي هم ویاړني یادوني شوي او له دې مصرۍ سره خو څه ناڅه د هر افغان غوږ اشنایي لري چه وایي : که په میوند کښي شهید نشوې  خدايږو لالیه بې ننگي ته دي ساتنه  که د هلمند قلعه بست د دروازی د پاتي شونو تر څنگ چه د انگلیسی ستر الکساندر په دوران کښي جوړه شوي ودریږې نو تاریخ به در په زړه شي او د څه کم 85 کلونو وړاندي د انگلیسي سرتیرو د ماموریت دوره چه په همدې ولایت کښي ختمه شوي وه اوس یو ځل بیا دې ولایت ته انگلیسي سرتیري استول کیږي خو هغه ځل د اشغال په ډول وه او دا ځل انگلیسی سرتیري د ملگرو ملتو د امنیت د شورا په خوښه دې ولایت ته سفر کوي. بریتانوي سرتیر وایې له یاغیانو سره به کلکه جگړه پر مخ بوزي خو د دی ویره هم شته چه یاغیان د پخواه په شان جگړیز تکتیکونه وکاروي کوم چه په 19 پیړی کښي یې کارولي وو خو دوی باید پوه شي چه دا ځل مونږ د څه لپاره افغانستان ته راغلي یو او دا ځل مونږ 7500 تنه سرتیري په افغانستان کښي یو. بریتانیوي سرتیري وایې : مونږ د پخواه په پرتله اوس ډیر پیاوړی او غښتلي افغانستان ته راغلي یو او سیمیز افغانان اوس ثبات او دوامداره سوله په خپل هیواد کښي غواړي تر څو له خپلو ماشومانو او خپلوانو سره خوشحاله ژوند وکړي هغسي ژوند چه اوس یې اروپایان لري افغانان اقتصادي ، ټولنیزي ، کلتوري او امنیتي ستونزي نغواړي هغوی اوس له داسي ستونزو او کورنۍ جگړې نه په تنگ شوي دي. مونږ دا ځل د افغانستان اشغال ته نه یو راغلي د افغانستان90 فیصده خلک زمونږ له شتون سره په افغانستان کښي رضایت لري . زمونږ د دښمنانو پیژندنه به که څه هم ډیر گران کار وي خو دا به هم اسانه نه وي چه تاسو د هغوي له ډلو جلا اوسی . دا ډلي ټولي د هیواد په دننه کښي سره گډي ریښي لري که تاسو له یوې پیښي خبر شي نو نه پوهیږي چه دا د طالبانو کار ده او که یا د القاعده او یا هم د مخدره توکو د کاروباریانو او یا هم ده قبایلو؟ پنځه کاله مخکي کله چه د امریکې په نیویارک او واشنگټن ښارونوکښي نړیوال سوداگریز مرکز او د دفاع وزارت پنتاگون په 11 د سپتمبر تر برید لاندي راغلل او وروسته له هغه په افغانستان کښي د طالبانو حکومت ونړید نو له پلازمینه کابل نه په څه باندي 600 کیلومتره لري پراته واټن هلمند ولایت کښي امنیتي حالت چندان خوندور ندی . هلته کوکنار کرل کیږي کوم چه د افغانستان په څلورو کښي دریمه برخه کورني عواید ترینه لاس ته راځي . که امنیت ته وکتل شي نو څو ځله د هلمند په مرکز لشکرگاه سربیره په څو ولسوالیو کښي ښونځۍ په دې دلیل ناپیژندل شویو وسلوالو چه وروسته بیا دولتي چارواکو هغوی طالبان بللي سوځولي چه گواکي پکښي نجوني زدکړي کوي او د عاملینو په وینا یې نجوني حق نلري چه له کور بهر زدکړي وکړي که څه هم د پیغمبر نبي اکریم  ( ص )په یو حدیث کښي هم د نجونو زدکړي ته اشاره شوې چه په هر مومن او هري مومنه فرض ده چه دعلم زدکړه وکړي . حال دا چه تیره میاشت بیا د یوې ښونځۍ مدیر وسلوالو کسانو له ښونځی نه بهر کرړ او وروسته یې بیا د ښونځۍ د دروازې مخي ته د زدکونکو تر مخ په گولۍ وواژه او وژونکي په موټرسایکلو سپاره له سیمي پوه پنا شول . اونۍ وروسته یو افغان مرسته کونکي کله چه په جوما ت کښي په لمانځه بوخت وو ووژل شو دلته طالبانو دوه هغه کسان په دې جرم وژلي دي چه ویل کیږي له یوې بنگلدیشي خیریه موسسه سره یې کار کاوه. تیر کال د لشکر گاه ښار نه یو څه لري 6 تنه افغانان په دې جرم چه له یوې امریکایي ټولني سره چه د مخدره توکو په لمنځوړلو کښي یې کار کاوه ووژل شول څه باندي 20 پولیسان هم په جلا جلا بریدو کښي د طالبان له خواه له مینځه ولاړل. په هلمند کښي نوي والي په دی وروستیو ورځو کښي وټاکل شو . له هلمند نه د قندهارپه لور په پرته لویه لار کښي روان وم هغه ټانگونه مي تر سترگو شول چه د سړک یوې بلي خواه ته په ځینو سیمو کښي وران ویجاړ پراته وو په لاره وم چه خبر  شوم یو ځانمرگي برید کونکي ویل شوي چه په موتر سایکل سپور په دې ولایت کښي پولیسو نیولی دی . دا په خپله له ویری ډکه یوه خبر وه . یو بهرني قرار دادي چه په هلمند کښي یې کار کاوه او د افغانستان په اړه یې ډ یره تجربه درلوده وویل هلمند ښه ځای ندی ! ځکه په هغه ځای کښي چه مونږ کار کوو واقعا په دوبي کښي ډیر گرم وي او دا گرمه هوا د بریتانیا وگړو ته ځکه چندان خوندوره نده چه په بریتانیا کښي گڼ وختونه هواه معتدله او یا هم سړه وي ځکه ډیر وخت بارانونه وریږي .دا خواشنونکي ده. د کوکنارو د سوداگری په هکله هغه وویل چه د کوکنارو کرکیله د افغان دولت په رپوټو اوس دلته کمه شوې ده خو د طالبانو د واکمنۍ په پرتله دلته په غټه پیمانه کوکنار کرل شوي دي. که له خلکو وپوښتل شي چه کوم دولت ستاسو د خوښي وړ دی نو دوی به ووایي چه د کرزي دولت او که ترینه وپوښتل شی چه ولی تاسو دا دولت خوسوی ؟ نو د دوی یوازنی دلیل به دا وی چه دا دولت د کوکنارو د کروندو په مهارولو کسی دومره گرندی نده لکه طالبان چه وو . هغوی زمونر د کوکنارو کروندی په بشپره توگه له مینح ورلری او که چا به چه د کوکنارو په کروندو لاس وواهه نو هغه ته به یی سخت جزا ورکوله خو دا حکومت که حه هم په ژبه وایې چه کوکنار مه کری خو بیا هم دومره رغنده گامونه نه اخلي. بله ستونزه دا وه چه امریکایي ځواکو دلته یوازی په تصفیوي عملیاتو زور اچولی وو او په دی عملیاتو کښي هم یوازني عنوان مخدره توکي وو او هغوی ویل چه دا مواد مستقیما له طالبانو او القاعده سره اړیکي لري ځکه چه طالبان د زکات او ټکس له لاري د کروند گرو نه د هغوی د کوکنارو یوه برخه تر لاسه کوي . که واقعا بریتانیوي سرتیري د بریتانیا د لمړي وزیر توني بلیر له هغه پروگرام سره جوخت عمل وکړي چه د (جی 8) یا د نړۍ د 8 صنعتي هیوادو په غونډ ه کښي یې د کوکنارو د لمنځوړلو په پروگرام کښي فعاله ونډه په غاړه واخیسته نو دا کاربه عادي وگړي بیرته د طالبان له دلگیو نه ملا تړ ته اړ کړي . عبدالحکیم جان چه ځان د جهاد د دورې یو وتلی قومندان بولي له خپلو 30 تنو نورو په کلاشینکوفونو او راکټ لانچرو سمبالو کسانو سره د لشکر گاه ښار په یو هوتل کښي غرمنی د ډوډی د خورو په موخه له هوټلي نه د کباب غوښتنه کول.  ده چي د کندهار په میوند ولسوالۍ کښي مخکي له دې چه دولتي وظیفه تر لاسه کړي په یو وژونکی برید هم تورن وو . حکیم جان وایې که بریتانویان په هلمند کښي ښه کارونه وکړي نو هغوی به ژوندي خپلو کورونه ته بریته ستانه شی خو که هغوی سم کارونه ونکړي نو د کفن په جامو به سمبال خپلو کورونه ته ولیږل شي . د هغه چه په خوله یې نرۍ موسکا خپره وو وویل : هیله لرم چه هغوی به له خپلو نیکه گانو زدکړي وي . خو کله چه بیرته د احمد جان د کوکنارو کروندې ته راغلم نو لمر د احمد جان د کوکنارو په کروندو کښي د ډوبیدا په حال کښي وو نوموړي بزگر چای چښلې او د هغه تر څنگ په نرۍ پوله چه څه ناڅه خويشته وه څو تنه کلیوال هم ورسره ناست وو چه د چایو پیالی یې پر لاسو کښي وې . د کلیوالو له ډلي یو یې چه د سرې وچي ډوډی یو ټوک یی هم په لاس کښي وو راته وویل : احمد زمونر ملگری دی زه جمعه گل نورزی نومیږم او که بریتانویان دلته راشي او وغواړي چه زمونږ ډوډی را نه واخلي نو مونږ به یې ووژنو ",نوي بريتانوي سرتيري او دهلمندوالو نظرونه 1259,حقمل," په يوه خپره شوې پاڼه کې افغان ولسمشر حامد کرزي د مصري بيړۍ د ډوبيدو له امله د مصر له ولسمشر او خلکو سره غمرازي ښودلې او د قربانيانو کورنيو ته يې تسليت ويلى دى.مصري السلام ٣٥ کلنه بيړۍ د عربستان څخه د مصر په لور ١٤٠٠ مسافر ليږدول چې د جمعې په ورځ په سره سمندرګي کې غرقه شوه . د دغه بيړۍ ١٠٠٠ تنو سپرليو خپل ژوند له لاسه ورکړ ى دى. ",کرزي د مصري بيړۍ د ډوبيدو له امله خفګان ښودلۍ 1260,," د افغانستان د حج او اوقافو وزارت منلې چې ٤١ تنه افغانان په عربستان کې د امنيتي چارواکو له خوا دغلا په تور نيول شوي دي.همداشان د دغه وزارت مرستيال ويلي چې د څه کم ٨٠ افغان حاجيانو څخه غلا هم شوې ده . سعودي چارواکو ددغو افغانانو نومونه افغان لورې ته سپارلي دي. ",٤١ تنه افغانان په عربستان کې د غلا په تور نيول شوي . 1261,حقمل," پر داسې مهال چې د هلمند په دريو ولسواليو کې افغان دولتي ځواکونه او مخالف وسله وال جنګيالي په درنده جګړه لګيا وو ، ناپيږانده کسانو د نوزاد په ولسوالى کې تيره شپه د هلکانو يو منځني ښونځي ته اور واچوو ، چې هرڅه په کې وسول .تراوسه ١٤ ښوونځي په هلمند کې سوي او کابو ٦٠ ښوونځي تړل شوي دي. ",يو منځني ښوونځي ته په هلمند کې اور اچول شوى . 1262,," د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د هېواد پر امنيتي چارو خبرې وشوې او دوروستيو ناکراريو په پام کې لرلو سره د دفاع ، کورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت عمومى رياست ته يوه اونۍ وخت ورکړ شو تر څو د وروستيو ناکراريو په هکله ځواب ووايي او خپلې امنيتي او دفاعي تګ لارې ولسي جرګې ته وړاندې کړي.د هلمند استازو په دولت تور ولګوو چې په هلمند کې يې د ملي اردو ځواکونه نه دي ځاى پر ځاى کړي . همداشان ځينو استازو بيا د ځايي چارواکو ناسمې ادارې ته ګوته ونيوله . ",ولسي جرګه د چارواکوڅخه امنيتي تګلاره غواړي . 1263,," د قندز ولايت په سلګونو وګړو د يو لاريو ن په کولو سره د ډنمارکي ورځپاڼې عمل غندلۍ او دايې د مسلمانانو او اسلامي نړۍ پر ضديو عمل بللۍ دى . دوى د ملګر ملتونو ، امنيت شورا او اروپايي ټولنې په نامه يو پريکړه ليک صادرکړى دى او له افغان دولت څخه يې وغوښتل چې له ډنمارک سره خپلې اړيکې بندې کړي .دوى له افغانستان څخه د ډنمارکي ځواکونو د ايستلو غوښتنه وکړه. ",په قندز کې د ډنمارک ضد لاريون وشو . 1264,حقمل," اسرائيلى چورلکو نن د توغنديو په يو بريد کې د فتح ٣ تنه د غزې د تل الهوا په سيمه کې ووژل . په دغه بريد کې چې ٣ توغندي ويشتل شوي ٨ تنه نور فلسطينيان ټپيان شوي چې د ٢ تنو حالت د انديښنې وړ بلل شوى دى . ",اسرائيلو د فتح٣ تنه غړي نن په فلسطين کې ووژل. 1265,حقمل," د بشري حقونو يو غير دولتي سازمان په پاکستان کې د ولسواکۍ او د نه روڼ سياست د نشتوالي له امله نيوکه کړې او په خپل يو کلنى رپوټ کې يې ويلي چې له بشري حقونو څخه سرغړونې او دخلکو له عمومى حقونو څخه مخنيوۍ ددغه هېوادپه راتلوونکي تصميم نيولو کې په جدي ستونزه بدل شوي .په دغه رپوټ کې په پراخه پيمانه د ښځو او ماشومانو حقونو له مينځه تلل د ځوانانو بې وزګارى او ځان وژنې،د فقر ډيرښت، په بلوجستان کې فوځي عمليات او د باجوړ په قبائيلي سيمه کې د امريکا هوايي بريد ته ګوته نيول شوې او وايي چې دا ټولو په تير کال کې په بشري حقونو منفي اغيزه کړې ده . ",په پاکستان کې د بشري حقونو دنه شتون په اړه نيوکه 1266,حقمل," د امريکا د کاليفورنيا ايالت د پيچسي په جيل کې د بنديانو د پاڅون له کبله يوتور پوستۍ ٤٥ کلن بندي مړ او ١٠٠ تنه نور ټپيان شول .دغه پاڅون پرون پيل شو چې تر نن پورې يې دوام وموند . په دغه پاڅون کې ٢٠٠٠بنديانو ګډون درلود. د پيچسي جيل د لاس انجلس په ٦٠ کيلومترۍ کې پروت دى .د ٢٠ تنو حالت خراب بلل شوى دى. ",د کاليفورنياپه جيل کې د بنديانو پاڅون . 1267,حقمل," د کيودو خبري رسنۍ د چاپان د يو لوړ پوړي دولتي چارواکي له خولې خبر ورکړى چې جاپان نيت لري په څو راتلونکو مياشتو کې خپل ځواکونه له عراق څخه وباسي .ددفاع وزارت يو چارواکي کيګو کى يانا ګيساوا ويلي : په کال ٢٠٠٦ کې له عراق څخه د چاپاني ځواکونو وتل يوه ستره پېښه ده او په هرډول چې وي ، جاپاني ځواکونه به په راتلونکو څو مياشتو کې له دغه هېواد څخه ووزي .دم ګړۍ جاپان ٦٠٠ عسکر په عراق کې لري چې د عراق په جنوب کې په بشري کارونو او دسماوه ښار په بيارغاونه بوخت دي . له کال ١٩٤٥ څخه دا لومړى ځل دى چې جاپاني ځواکونه د خپل هېواد څخه بهر په دنده ګمارل کيږي. ",چاپان خپل ځواکونه له عراق نه باسي . 1268,حقمل," د پاکستان بهرنيو چارووزارت نن د ٩ اروپايي هېوادونو( المان ، فرانسې ،ايتاليا ، اسپانيا ، سويس ، مجارستان ، ناروى ، هالند او دچک جمهوريت ) استازي وروبلل او د ډنمارکي ورځپاڼې د کارتون د خپريدو په اړوند يې خپل اعتراض ليک دوى ته وسپارو.په ليک کې راغلي : په يو شمير اروپايي هېوادونو کې د کارتون بيا خپرول دمسلمانانو غوسه راپارولې او موږ دغه لمسونکۍ اقدام په ټينګه غندو. ليک وايي و د بيان ازادى مقدساتو ته دسپکاوي دليل نه شي کيداى. ",پاکستان د ٩ اروپايي هېوادونو استازي وروبلل. 1269,," په هغه بمي چاودنه کې چې تيره شپه د قندهار د خاکريز په ولسوالى کې رامينځ ته شوې ٦ تنه پوليس مړه او ٤ تنه نور ټپيان شوي . پوليسو د پېښې پخلۍ کړى. ويل کيږي چاودنه هغه مهال شوي چې د پوليسو موټرله لارې د تيريد په حال کې وو. ",يوې بمې چاودنې په قندهار کې ٦ تنه پوليس وژلي . 1270,," د ننګرهار او لغمان په رزګونو وګړي نن د جلال اباد او مهترلام په ښارونو کې په پراخه لاريونونو لاس پورکړ او د ډنمارکي اويو شمير نورو اروپايي ورځپاڼو د چارواکو د محاکمې غوښتنه يې کوله . لاريون کونکو په نارو او چيغو سره په افغانستان کې د هغو هېوادونو دموسساتو د بنديدو او تړل کيدو غوښتنه کوله ، کومو چې په ورځپاڼو کې د کارتون په ايستلو سره د اسلام او دټولو مسلمانانو سپکاوۍ کړى دى. لاريون کونکو د ډنمارک له دولت څخه غوښتې چې په دې اړوند د نړۍ له مسلمانانو نه رسمى بخښنه وغواړي . په قندهار ، خوست او پروان کې هم ورته مظاهرې شوي دي.د ډنمارک او يو شمير نورو هېوادنوپه ورځپاڼو کې د دا ډول کارتون ايستل ټول مسلمانان په غوسه کړي دي او دنړۍ په ګوټ ګوټ کې ددغه عمل غندنه کيږي.د عربي هېوادونو دخبري رسنيو وزيرانو په قاهره د يوې ناستې په جوړولوو سره ددغه ورځپاڼو چلند په ټينگه غندلۍ دى. همداشان ډنمارک او ناروې له خپلو وګړو څخه غوښتې چې له سوريې څخه ووزي .همدارنګه د لبنان په پلازمينه بيروت کې د ډنمارک قنسلګرى ته اور اچول شوى اود لاريون کونکو او پوليسو ترمينځ په اخ او ډب کې ١٥ تنه له دواړو لورو څخه ټپيان شوي دي.د قفقاز د مسلمانانو دينى شورا هم دورځپاڼو کلکه غندنه کړې ده . ",په جلال اباد او لغمان کې د کارتون ضد لاريونونه 1271,," ارمان خپلواکې ورځپاڼې نن ليکلي چې ٩٠٠ عربانو د مجاهدينو او طالبانو پر مهال د افغانستان تابعيت ترلاسه کړى دى . دغې ورځپانې دغه عربان د ليبيا ، سوريې ،مراکش او يو شمير نورو عربي هېوادونو ښودلي چې د يو شمير سياسي او امنيتى دلايلو له مخې خپلو هېوادونو ته نه شي تلاى .دوى په افغاني پاسپورت سره بهرته تګ ا راتګ کوي او ٦٥ کورونه يې په کابل کې رانيولي او يو شمير سوداګري شرکتونه اداره کوي .ورځپاڼه وايې دغه عربان له القاعدې سره اړيکې لري. ",٩٠٠ عرب له افغان پاسپورت اوتذکرې څخه ګټه اخلي 1272,غلام جيلاني ځواك," غلام جيلاني ځواك د پاكستان دخلكو دګوند مشري او پخواني لومړي وزيري بي نظير بوټو د امريكا د مشهور تلويزيوني پروګرام، واشنګتن ژورنال په يو مخامخ پروګرام كي ويلي دي چي كه پاكستان كي د خلكو رښتيني استازو ته په ټاكنوكي اجازه ورنكړل شي، پاكستان كي هم كيداي شي پاكستاني حماس واك ته ورسيږي. د ترهګرو لاس ته د اتومي وسلو د رسيدلو د احتمال په هكله د يوسوال په ځواب كي بي نظير وويل چي كه په پاكستان كي دبنسټ پالني مخه ونه نيول شي نو دا شوني ده چي اتومي وسله د ترهګرانو لاس ته ولويږي. همدارنګه د پاكستان يو بل پخواني لومړي وزير او د پاكستان د مسلم ليګ ګوند مشر ميا نواز شريف په لندن كي يوي غونډي ته د وينا په ترڅ كي دي ته اشاره وكړه چي دپاكستان اتومي پروګرام به بالاخره تر پوښتني لاندي راشي. پاكستان كي د پيپلز ګوند او د مسلم ګوندونه تر ټول ستر سياسي ځواكونه ګڼل كيږي، د پاكستان په مختصر ژوند كي هغه مهال چي واك د پوځيانو په لاس كي نه وي، نو واك يا د پيپلز ګوند اوياهم دمسلم ليګ په لاس كي وي، دا بيله خبره ده چي د غير پوځي او په ښكاره د ولسواكو حكومتونو په مهال هم اصلي واك د پوځ او آيي ايس آيي په لاس كي وي. خو بياهم د پاكستان د اتومي پروګرام په هكله دبي نظير بوټو او نواز شريف څرګندوني د پام وړ دي. هغه څه چي بي نظير بوټو ويلي دي يو رښتوني ګواښ دي چي په پاكستان كي د بنسټ پالني پايله ده. هغه څه چي نواز شريف په دي هكله ويلي دي هغه په پاكستان ددي ګواښ په وړاندي د نړيوالو انديښنه بيانوي. نواز شريف په حقيقت كي وايي چي نور نو ديو بنسټ پال پاكستان اتومي پروګرام نړيووالو ته دزغملو وړ ندي، نن دي كه صبا نړيوال به په دي هكله يو جدي ګام پورته كوي. نوازشريف اوبي نظير بوټو غواړي وښيي چي ګواكي پوځي حكومت په پاكستان كي د ترهګري د ودي يو ستر لامل دي.دا خبره تر يو حده سمه هم ده، د پاكستان بنسټ پال ګوندونود پاكستان په څه كم شپيته كلن تاريخ كي هيڅكله دومره راي ندي ګټلي چي ايالتي حكومتونه جوړكړي او يا په مركزي پارلمان د يو اغيزمن سياسي ځواك په توګه رابرڅيره شي، خو پرويز مشرف په بيلا بيلو پلمو او دسيسو وكولاي شول د پاكستان په تيرو ټولټاكنوكي د پاكستان د پيپلز ګوند، مسلم ليګ اويو شمير نورو اغيزمنو سياسي ګوندونو مخه ونيسي،دا خبره ټول مني چي دمشرف ټاكني له درغليو ډكي وي. د مشرف د سيكولر سياسي ګوندنو د وهلو پاليسي ددي لامل شوه چي په پښتونخواه كي په يواځي توګه او په بلوچستان كي د مشرف پلوه مسلم ليګ سره د يوائتلاف په شكل كي د مذهبي ګوندونو ائتلاف چي آيي ايس آيي په ډيره خواري اوزيار سره يو ځاي كړي وو، حكومتونه جوړ كړي.  د مسلم ليګ هغه ډلي چي اوس په پنجاب او مركز كي واك لري، او د بلوچستان او د پښتونخواه ايالتي حكومتونه په دي ښه پوهيږي چي ددوي واكمني د پرويز مشرف د واكمني پوري تړلي ده، نو پدي خاطر دوي اړ دي چي په پارلمان كي دننه اود پارلمان نه بهر د مشرف هره روا او ناروا خبره ومني اوپرځان يي پلي كړي، چوهدري شجاعت حسين د مشرف پلوه مسلم ليګ ګوند مشرڅو ورځي دمخه وويل چي د ۲۰۰۷ كال تر ټولټاكنو وروسته به هم زموږ ګوند په واك كي پاتي شي او موږ به مشرف سره لدي چي د وسله والو ځواكونو لوي درستيز هم وي د ولسمشر په توګه وټاكو. په دي توګه مشرف وكولاي شول بي له كومي سردردي د يوي اوږدي مودي لپاره په واك د پاتي كيدو لار ځانله پرانيځي. ددي په خوا كي د بلوچستان او پښتونخواه په سيموكي د بنسټ پال ائتلاف د حكومتونو له لاري دپاكستان پوځي حكومت او آيي ايس آيي غواړي نړيوالو ته وښايي چي په پاكستان او بيا په تيره په پښتونخواه او بلوچستان كي بنسټ پالان پراخ ولسي ملاتړ لري نولدي كبله د پاكستان حكومت نشي كولاي په دي سيمه كي د بنسټ پالني او ترهګري په وړاندي كلك ګامونه پورته كړي. دخپلي همدي كړنلاري له امله پاكستان وكولاي شول په تيرو څلور كالوكي خپلي دوه مخي پاليسي ته ادمه وركړي، هم د ترهګري پرضد د جګړي په اول كتار كي ودريږي او په دي پلمه ډيري مرستي امو امتيازات ترلاسه كړي،اوهم د افغانستان اوهند پرضد د ترهګري اوبنسټ پالني نه ديو سياسي وسلي او وسيلي په توګه كار واخلي اود افغانستان د كمزروي كولو خپله پخواني پرمخ بوځي او همدا رنګه د چمتو والي ولري كه احياناً د ترهګري پرضد نړيوال ائتلاف په جګړي كي ستړي شي او يا د ماتي سره مخ شي نو پاكستان وكولاي شي داتشه ډكه كړي او په افغانستان كي خپلي ريښي نوري هم كلكي كړي. بنسټ پالنه د پاكستان د پنجابي او پوځي بيروكراسي په لاس كي ترټولو تيره او اغيزمنه وسله ده، ددي وسلي نه پرته پاكستان نشي كولاي د افغانستان اوهند په هكله خپل شوم پلانونه پلي كړي پرته لدي څرنګه چي پاكستان د مذهبي كركي اونفرت پربنسټ جوړ شوي نو بنسټ پالنه د پاكستان ايديالوژيك بنسټ او د پاكستان د شتون لامل دي، نو پاكستان به هيڅ بيه دي ته چمتونشي چي دا وسله يي له لاسه واخستل شي كه دلته يو رښتوني سيكولر ټولنه جوړه شي نو بيا هيڅ دليل نه ليدل كيږي چي داسيمه دي دهند نه بيله د يو مملكت په شكل وجودولري. پرويز مشرف پرته له سطحي ګامونو او غولونكو اعلانونو او خبرو پرته په پاكستان كي د بنسټ پالني اوترهګري په وړاندي داسي كوم ګام نشي اخستلاي چي په رښتيني توګه دترهګري اوبنسټ پالني ملا پري ماته كړي. همدارنګه كه د يوي شيبي لپاره دا ومنو چي مشرف په رښتيا غواړي د بنسټ پالني اوترهګري ملا ماته كړي،خو بياهم مشرف نشي كولاي دا كار وكړي، اوس په پاكستان كي بنسټ پالنه په يو داسي ځواك اوښتي چي دا كار د پاكستان هڅ حكومت ته دومره اسانه ندي. بنسټ پالنه په پاكستان كي يواځي يو څو مذهبي او سياسي ګوندونو پوري تړلي نده. د پاكستان په پوځ او نورو امنيتي اواستخباراتي موسسو كي بنسټ پالان ژوري اغيزي اونفوذ لري. نود بي نظير بوټو دا څرګندوني او د نړيوالي ټولني دا انديښنه چي كيداي شي د پاكستان اتومي وسله د ترهګرو لاس ته ولويږي، يو جدي او رښتيني ګواښ دي. كه نړيوال ددي ګواښ په وړاندي د غفلت اوبي خبري نه كار واخلي نو لري نده چي بشريت به د يو بلي ستري غميزي سره مخ شي، كه اتومي وسله د ترهګرو لاس ته ورغله نو بيا د كوم يو هيواد نه، بلكي د ټولي نړي امنيت به د يو ستر ګواښ سره مخ شي. دلته بايد دا يادونه هم وكړم چي بي نظير بوټو نړي ته ددي ګواښ لامل په پاكستان كي پوځي حكومت ښودلي، ياني كه په پاكستان كي ولسواك حكومت رامنځ ته شي نو كيداي شي ددي ګواښ مخه ونيول شي، دبده مرغه ددي ګواښ مخه نيول په پاكستان د يو غير پوځي حكومت په شتون كي هم شوني نده. په پاكستان كي دقدرت جوړښت داسي دي چي دلته حكومت دكوم سياسي ګوند په لاس كي وي كه د كوم پوځي جنرال، د واك اصلي سرچينه آيي ايس آيي ده، د پاكستان ټولي ستراتيژي د آيي ايس آيي لخوا جوړيږي او د آيي ايس آيي ترڅارني لاندي يي حكومتونه پلي كوي. نوكه په پاكستان پوځي حكومت وي او كه ملكي، دا ګواښ به چي د پاكستان اتومي وسله د ترهګرو لاس ته ورنه شي، تل نړي ګواښوي. نوآيا په كار نده چي نړي په جدي توګه په دي هكله غور وكړي؟ ", پاكستان، نړيوال امنيت ته يو ګواښ 1273,حقمل," د عربي ژبې الجزيره تلويزيون چارواکو پتلې چې په راتلونکي پسرلى کې به د انګليسى ژبې کانال پيل کړي . د تلويزيون عامل مدير نايجل پارسونز وايي : ( نړيوال الجزيره ) به د نړۍ په ٣٠ هېوادونو کې له ٢٥٠ خبريالانو سره خپل کار پيل کړي. ",الجزيره تلويزيون به په انګليسى ژبه خپرونه پيل کړي 1274,," ٥٠ تنه عراقي بنديان نن په عراق د امريکا له جيل څخه خوشي شول ، ټاکل شوې ده د بنديانو ځانګړې کميټه د ورځې تر وروستيو پورې ١٣٢ تنه نور بنديان د بوکار او ابوغريب له جيلونو څخه خوشي کړي . خوشي شوي بنديان يوازې نارينه وو . د بوکار ، ابوغريب او د هوايي ډګر په دريو جيلونو کې د بنديانوشميره ١٤٢٠٣ تنو ته رسيدلې ده . له دې نه وړاندې د ٥ ښځو په ګډون ٤٠٠ بنديان خوشي شوي وو. ",٥٠ تنه عراقيان له جيل څخه خوشي شول . 1275,,"   نن دافغانستان دسولې دملي کمیسیون په زیار چې مشري یې مجددي کوي ١٧٢ ددولت مخالفین چې دحزب اسلامي او طالبانو غړي وه له دولت سره یوځای شو. مولوي عبدالرحمن چې پخوا له طالبانو سره وه وویل چې ورسره ژمني شوي نو ځکه له دولت سره یوځای شوی او دولت باید خپلې پوره کړي. مجددي ورته وویل چې دجگړې دور پای ته رسیدلی وخت دسولې دی. په غونډه کې پخواني ازبک جنگي مشر جنرال دوستم هم برخه لرله مجددی وویل دوستم اوطالبانو ډېرې جگړې وکړې ولې نن دوستم له تاسو سره پدې مجلس کې برخه لري چې دا کار دپخلاینې معنی ورکوي. دنورستان اوسیدونکی قاضي جمعه خان چې پخوا له اسلامي حزب سره وه او دامهال له دولت سره یوځای شوی وویل چې په نورستان کې نور مخالفین هم شته که زمینه ورته برابره شي له دولت سره به یوځای شي. دغونډې په پای کې مجددي دغو پخلا شویو ته نغدې پیسې او یو لړ لیکونه ورکړل چې په خپله سیمه کې ددولت دامنیتي چارواکو له لوري ونه ځورول شي.   ",١٧٢ ددولت مخالفین له دولت سره یوځای شو. 1276,رحیم گل څاروان,"     داسې ښایسته او شنه منظره یې پدې ارته نړۍ کې چې دژوند دیرش کاله کیږي گرځیدلی وه، نه وه لیدلې. هر ډول گلان یې ترسترگو کیدل نرگسو، گلابونو او څورنگه گلانو ورته هوا عطرورینه کړې وه. باغونه او باغچې دومره ډېرې وې چې لیده ورته گران کار شو داسې باغونه ول چې له میو ډک ول. انار، انگور، مڼې، اوزیتون خواره واره دونو په څانگو کې خوړو ته چمتو ول. دمحمود په زړه وروگرځیدل چې څنگه، چا او دڅه لپاره داسې دنیایي جنت ته راوړل شوی؟ یو څو گامه وړاندې داوبو یوه وړوکي ځړوبي ته یې پام شو. پاکې او رڼې اوبه له پاسه لاندې داسې پریوتې لکه غرڅه چې په غره کې په ټوپونو شي. محمود حیران ولاړ وه داسې بريښيده لکه یو څه چې ترې تری تم وي اودی یې په لټه کې وي کله به یې بیا له ځان سره ویل محمود او پداسې ښکلي ځای کې .... محمود په همدې سوچونو اخته وه چې له یوه لوري غږ پرې وشو غږ دیوې ځوانې جلۍ وه شا ته یې وکتل کيڼ او بیا ښي لور ته.  ناڅاپه یې مخ ته حوره ودریده دومره ښکلې وه چې هیڅ اټکل یې نشو کولای. لوړه ونه، تورې غټې او بشاشې سترگې، نرۍ غاړه،مسکانده پیغله یې مخ ته ولاړه وه.  دمحمود هو نه هر څه له یاده ووتل او ددې ښکلا ته حیرانۍ تش کالبوت درولی وه یواځې یې ورته کتی شوای نور هر څه یې له توانه لوړ وه. حورې لومړی یوه نرۍ مسکا له سرو شونډو تیره کړه بیا یې محمود ته وویل مشره حوره دې په انتطار ده بیړه کوه او ځان ورورسوه.    څه؟ دمحمود له خولې ناڅاپه ووتل یعنې.. ته حوره نه يې بل څوک حوره ده. هغه له تا هم ښایسته ده. ""هو"" حورې ځواب ورکړ. او دایې هم ورته وویل چې زه دهغې نوکره یم. محمود ته ښکلې حورې لار وروښودله او ورته یې وویل چې له ځنډ پرته ځان ور ورسوه. محمود وخوځیده روان شو له ښکلې نوکرې چې یو څو گامه وړاندې لاړ. ځان سره يې وویل داسې نه چې تیر وستی به یې یم او چل یې راباندې کړی وي.   بیرته شاته راستنیده چې یوه ډله انجونې یې مخ ته راروانې وې. وې یې لیدې. تم شو غوښتل يې له دوی دا وپوښتي چې رښتیا هم چیرې مشره حوره شته.. ډله انجونې یې مخ ته ودریدې له محمود یې وپوښتل: تاسې محمود؟ محمود ورته ځواب ورکړ چې ""هو"" زه محمود یم. محمود ته له لومړۍ نوکرې حورې نه ددې ډلې انجونې لا ښکلې ښکاره شوې زړه یې غوښتل چې له همدې ډلې سره پاتې شي. خو انجونو ورته په یوه غږ وویل: بختوره ورځه پورته دمشرې حورې لورته. ""سمه ده"" محمود په بیړه روان شو له ځان سره یې وویل: بس دامشره حوره به لا څومره ښایسته وي. څو ډله انجونې پرمخ ورغلې له هرې یوې یې پوښتل تاسې مشره حوره یاست؟ خو دټولو له خولې د ""نه"" ځواب واته او دا به یې هم ورته ویل چې مونږ دمشرې حورې غلامانې یو. ""عجیبه غلامانې دي له سپوږمۍ او داسمان له ستورو ښکلې دي او وایي مونږ غلامانې یو"" دډېرو انجونو له لیدو یې زړه موړ شو دومره ډېرې وې لکه په اسمان کې ستوري. له ځنډ مزل وروسته یوې کیږدۍ ته ورسید په څو رنگه رنگونو رنگ شوې کیږدۍ او بیا لا محمود ته بیخي نااشنا. دکیږدۍ څنگ ته پرڅوکۍ یوه پیغله ښاپیرۍ ناسته وه محمود پرې لا له وړاندې سترگې ښخې کړې وې. چې نیژدې ورغی نو ورته یې وویل زه محمود یم داده راغلم تا سې مشرې حورې غوښتی وم. پرڅوکۍ ناستې پیغلې چې ده پرې دمشرې حورې گمان کړی وه ورته دانکارسر وخوځاوه ورته یې وویل مشره حوره دننه په کیږدۍ کې ده غږ پرې وکړه او دننه تگ اجازه ترې وغواړه. محمود غږ وکړمشرې حورې زه محمود یم دننه کیږدۍ ته درشم. مشرې حورې ورته ښه راغلې وویل محموده زه ستا یم او یوازې ستا. ستا لپاره داکلونه په انتظار وم خدای دې راوله. زه به لږ نور هم صبر وکړم او ته هم. سبا دورځې په دولس نیمو بجوخامخا ماته همدې کیږدۍ ته به راځې زه درته په انتظار یم ژمنه ده سبا دولس نیمې بجې. خالد دمحمود مشر ورور پرمحمود غږ وکړپاڅه سبا دی لمونځ درنه قضا شوڅه په داسې دروند خوب ویده وې خالد پرمحمود یخ اوبه واچولې او دمحمود خوب یې وتښتوه. محمود له خوبه پاڅیده زړه یې ستړی ستړی کیده یوه شیبه غلی ناست وه او دلیدلي خوب په ا ړه یې سوچ واهه دسوچ لړۍ یې دومره اوږده شوه چې دقیقې وخت یې ونیوه. خالد مخامخ هندارې ته بریتونه په یوې پڅې قیچي جوړول او له ځان سره یې "" مونږ مجاهدین دحق دلارې پتنگان یو- مونږمسلمانان یو- مونږه افغانان یو"" ترانه زمزمه کوله. محمود ته یې وویل والکه جگ شه لمونځ وکړه گوره قضا کوې یې. محمود اوچت شو اودس یې وکړ او لمونځ یې پرځای کړ. دلمانځه تر ادا کولو وروسته خالد ته راغی دکورنۍ نور ټول غړي هم په خونه کې ناست ول دکور ټولو ته یې دخوب کیسه وکړه ټکي په ټکي یې کیسه وغزوله او دوعا یې وکړه خدایه مجاهدین پر روسانو بریالي کړي. پلار، مور، وروڼو او خویندو یې دوعا ته امین وویلو.  دمجاهدینو قومندان راغی پر محمود او خالد یې غږ وکړ راځئ چې نن دروسانو پر پوسته حمله کوو نور ټول مجاهدین تیار دي وسلې او مرمۍ درسره راواخلئ.  محمود له مور او خویندو خدای پاماني واخیسته کلاشینکوف یې غاړې ته واچوله له قومندان او خالد سره یوځای بهر ته ووت او دمجاهدینو په قطار کې ودریده.  قومندان صیب لږ په لوړ ځای وخوت او دجهاد پر ښیگڼو ، دشهادت او شهید پرمقام وغږید دجنت حورې یې یادې کړې چې جنت کې شهید ته په انتظار ناستې دي. محمود ته بس خبرو خوند نه ورکاوه هر شیبه یې خوب سترگو ته نیغ دریده او کله چې قومندان شهادت او حورې یادې کړې دمحمود حوصله خو یې بیخي له منځه وړې وه دقومندان دخبرو پر مهال جگ شو نعری تکبیر یې وویل او دایې هم پرې زیاته کړه شهادت غواړو. قومندان صیب امر وکړ راځئ چې نور خوځيږو له همدې سره مجاهدین دروسانو دپوستې په لور ورغلل لس بجې به وې چې جگړه ونښته جگړه اوږده شو مجاهدینو په میړانه وگټله روسان یې پسې واخیستل. په مجاهدینو کې هم ډېر مجاهدین شهیدان شول او ځينې ټپیان شول مجاهدین چې دشهیدانو په راټولو لگیا ول. گوري چې دیوه کمره شاته محمود په وینو کې لوند پروت دی او شهادت ته په غیږ ورغلی. یوه مجاهد په خالد دمحمود دشهادت زیری وکړ. خالد ورغی گوري ځوان محمود ورور یې دشهادت جام په سر اړولی او شهید شوی. په غیږ کې یې ونیوه نور ټول مجاهدین هم راټول شوي وه خالد شهید محمود ته وویل شهادت دې غوښته دادې شهادت. دمحمود جنازه تیاره شوه دکلي هدیرې ته یې جنازه یوړل شوه پوره دورځې دولس نیمې بجې وې چې خاورو ته وسپارل شو. پلار، مور، خالد، وروڼه، قومندان او مجاهدو ملگرو ورته دوعا دقبر پر سر وکړه.   ",دجنت حورې شهید کړ 1277, انجنېر ذکريا - هالنډ,"  انجنېر ذکريا  - ۵/۲/۲۰۰۶ هالنډ ما په دې ليکنه کي هڅه کړېده سپيني خبري وکړم او هر څه په روښانه ډول مطرح کړم او نور هم ( ددغو نظرونو موافقين او مخالفين )دې ته رابولم چي دوی هم په دې اړوند خپل نظر په روښانه ډول څرګند کړي . ځکه د ستونزو  پټېدل هغوی حل کولای نه شي بلکي نور ئي هم زياتوي اوژوروي ئي .   زه مخکي له دې نه چي ددې ليکني اصلي مطلب ته راشم، لومړۍ غواړم د هغو مسائلو په اړوند خپل آندونه او نظريات څرګند کړم ، کوم چي په دې ليکنه کي تماس ور سره نيول شوی دی ، تر څو زما د خبرو نه ناسم پوهاوی را مېنځ ته نه شي . زه په دې باور يم ، چي زموږ تر ټولو ستره ستونزه د يوې واحدي ملي ټولني نشته والی دی . د ملي ټولني د جوړېدو لپاره بايد د افغانستان ټول خلک په ګډه هلي ځلي وکړي او دا کار د سالمو ډيالوګونو، کنفرانسونواو علمي او څېړنيزو غونډو د لاري کېدای شي . د ملي ټولني د جوړېدو لپاره تر ټولو لومړني شرايط دادي ، چي د ټولني ټول غړي د قوم ، ژبي ، مذهب او نورو توپيرونو نه پرته په عمل کي يو ډول امتيازات او مکلفيتونه ولري . ددې کار لپاره تر ټولو مهمه داده ،چي په اساسي او نورو قوانينو کي دغه اصل غبرګون ومومي .اوس تقريباً دا کار شوی دی او قوانين د ډموکراسی د نړيوالو اُصولو سره سم ترتيب شويدي . اصلي موخه داده چي د افغانستان ټول اوسېدونکي بايد په عمل کي ( نه د کاغذونوپر مخ ) ځانونه د يو شان حقونو خاوندان احساس کړي .په افغانستان کي هيڅ يو مقام ته ( د عادي مامور نه نيولې بيا تر ولسمشر پوري ) د رسېدو لپاره  معيار بايد په کوم قوم ، مذهب ، سمت ، ژبي او يا نوروعلايقو پوري تړل نه وي ، بلکي هر مقام ته د رسېدو لپاره يوازنۍ معيار پوهه او وړتيا وي . د قومي ، ژبني ، سمتي ، مذهبي او نورو علايقو له مخي نه بايد څوک ورټل شي او نه کوم امتياز تر لاسه کړي او ټول خلک د مساويانه شرايطو نه برخمن وي او ټول ديوه ملي هويت ( افغان ) خاوندان وي . ټول خلک چي په افغانستان کي اوسېږي بايد په خپله مورنۍ ژبه ورته د زده کړي شرايط برابر شي او وکړای شي خپلي ژبي ته وده ورکړي اوخپروني په وکړای شي . په دې صورت کي به نو د افغانستان ټول خلک ځانونه د يوه واحد هيواد د پوره حق لرونکي اوسېدونکي و بولي او د افغانستان د ګټو د ساتلو او دفاع لپاره به هر ډول هلي ځلي وکړي . دا به د هيواد د پرمختګ لپاره يو ډېر غښتلی لوکوموتيف شي ، چي وکړای شي زموږ هيواد د پرمختګ لوړو پوړيو ته ورسوي او د سيالو سيالان به مو کړي . د ملي ټولني د جوړېدو نه پرته نه رښتينې ډموکراسي راتلای شي ، نه قوانين پلي کېدای شي ، نه ملي يووالی ټينګېدای شي او نه هم اقتصادي ودي او پرمختګ ته لاس رسی پيدا کولای شو . ځکه نو زه په دې باور يم چي په اوسنيو شرايطو کي دا دټولو افغاني روڼ آندو دنده ده ، چي د ملي ټولني د جوړولو لپاره پوره هلي ځلي وکړي . اوس تر ډېره بريده ددې لپاره امکانات برابر شويدي ، چي داسي يوه ټولنه جوړه شي او په تېرو څلورو کلنو کي د ملي يو والي د ټينګېدو لپاره ډېر ارزښتناکه کارونه تر سره شويدي . اوس په هيڅ يوه اقليت پوري اړوند کس نه شي ويلای ، چي زما په وړاندي د منفي توپير نه کار اخستل کېږي . د ولسمشر دوه مرستيالان په دوؤ لويو اقليتونو پوري اړه لري ، د کابينې په ترکيب کي د بېلابېلو قومونو استازي موجود دي ، همداراز د ښځو په وړاندي منفي توپير تر ډېري کچي را ټيټ شوی دی . په پارلمان کي هم د ټولو قومونو، مذهبونو او اِتنيکي ګروپونو استازي شتون لري او که چېري داسي يوډېر وړوکي قوم هم موجود وي ، چي په پارلمان کي استازۍ ونه لري ، نوزه په دې باور يم چي بايديو کس ئي په انتصابي ډول هرومرو پارلمان ته راوستل شي ، تر څو هيڅ څوک ونه شي ويلای چي په دې پارلمان کي زما استازۍ نشته او زما ږغ نه اورېدل کېږي . ځکه نو زما په آند ملي يو والی د افغانانو لپاره ډېر ارزښت لري او ملي يو والی يوازي او يوازي هغه وخت راتلای شي ، چي ټول خلک ( د قومي ، مذهبي ، ژبني او نور توپيرونو د په نظر کي نيولو نه پرته ) د ډموکراسی د نړی والو اُصولو او دافغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کي يو شان حقونه او مکلفيتونه ولري . ځکه نو د ملي ټولني جوړول د افغانستان د اوسنۍ واکمنۍ يوه تر ټولو غوره دندو څخه شمېرل کېږي . د ملي ټولني د جوړولو لپاره د ملي هويت، ملي ګټو او ملي دُکترين تر څنګه يو تر ټولوبنسټيز اصل د ملي عدالت تأمين دی . د ملي عدالت په تأمين سره به د ټولني ټول غړي ځانونه د مساوي حقونو خاوندان وګڼي او په پايله کي به ئي ددغي واحدي ملي ټولني ګټو ته ځانونه وفادار وبولي او د هغو نه به په هره بيه چي وي دفاع وکړي . د عدالت د تأمين لپاره تر ټولو غوره لاره داساسي قانون او نورو قوانينو بشپړه پلي کول دي . که په ټولنه کي قوانين سم پلي شي دا به نه يوازي دټولني ټول غړي (د قومي ، مذهبي او نورو توپيرونو سره سره ) ځانونه د بشپړه حقونو خاوندان احساس کړي ، بلکي دا بيا په خپل وار سره په خلکو کي د حکومتونو اعتبار لوړ بيائي او خلک د حکومت له ټولو پرېکړو نه ملاتړ کوي او د هغو په پلي کولو کي د حکومت سره هر اړخيزه مرسته کوي . د ټولني د خلکو سره د حکومت ددغه ډول اړيکو د جوړېدو په صورت کي نو بيا نه يوازي د بهرنيو لاسوهنو مخه نيول کېږي ، بلکي دغه ډول حکومت يو بريالی او خلکو ته د منلو وړ حکومت بلل کېږي ، چي له بده مرغه پخوا موږ دغه ډول حکومتونه نه دي ليدلي . خو اوسنی حکومت او دولت په ټوليز ډول تر ډېري کچي په ډموکراټيکو اُصول رامېنځ ته شوی دی ، ځکه نو هيله ترې نه داده ، چي که غواړي بريالی حکومت واوسي نو بايد عدالت تأمين او قوانين سم او په دقيقه توګه پلي کړي ، نه دا چي يوه ماده ئي پلې کېږي بله ئي نه .ددغو بې عدالتيو د جملې نه يوه هم په کابل او ځيني نورو سيمو کي دپښتنو د بچيانو لپاره په خپله مورنۍ ژبه د ښونځيو نه شتون اوددولتي او نا دولتي ادارو په رسمياتو کي د پښتو ژبي نه کارول دي . دغه کار نه يوازي په ټولنه کي بې عدالتي رامېنځه ته کړېده ، بلکي داساسي قانون د ۱۶ مي او ۴۳ مي مادو نه هم بربنډه سرغړونه کېږي . زه غواړم د مسئلې د روښانتيا لپاره يوه بېلګه وړاندي کړم : که چېري يو کس د يو جرم په تور نيول کېږي او بيا محاکمه کېږي نو په محاکمه کي به څارنوال د اساسي قانون او نور اړوندو قوانينو پر بنسټ پر دغه کس اتهام واردوي او دی به د قوانينو نه په سرغړوني تورنوي او داساسي قانون او نورو قوانينو نه ددغه سر غړوني له امله به ورته د څو ورځو، مياشتو او يا کلنو د زندان سزا غواړي . قاضي به هم هرو مرو دهيواد د جاري قوانينو نه د سرغړوني د ثبوت د شتون په صورت کي هغه ته د سزا قرار اوروي  او دی به زندان ته استوي . خو که چېري دغه تورن کس ووائی ، چي زه دا پرېکړه په دې خاطر نه منم ، چي د قانون نه سر غړونه خو عادي خبره ده او د ولس مشر نه نيولې بيا تر عادي سړي او ما او تاپوري ټول سر ترې غړوؤ . هو ما د هغو مادو نه سر غړونه کړېده ، چي څارنوال په خپله ادعا کي يادونه ترې وکړه ، خو ټول حکومتي چارواکي د څارنوال او ستاسو په ګډون هره ورځ د اساسي قانون او نورو قوانينو نه سر غړونه کوی . ما خو داسي سرغړونه کړيده چي ستاسو پوليسو او څارنوال له ډېرو څېړنو او ارزونو وروسته دا ثابته کړه چي ما د قوانينو نه سرغړونه کړيده . خو ستاسو سر غړوني دغه ډول څېړنو او ارزونو ته اړتيا نه لري . تاسي په سپينه ورځ او د ټولو خلکو او نړی والو په وړاندي د افغانستان داساسي قانون نه سر غړونه کوی . هغه دا چي د اساسي قانون د 16 مادې له مخي پښتو او دري دواړي د افغانستان رسمي ژبي دي او په هيواد کي موجوده علمي او ملي اداري اصطلاحات به ساتل کېږي .خوددې سره سره، چي د پښتو ژبي نوم لومړۍ ياد شوی دی ، بيا هم عملاً پښتو ژبه ددولتي او نا دولتي مؤسسو په اداري چارو کي رسميت نه لري او نه کارول کېږي .پر دې سربېره هره ورځ ددولتي مؤسسو رسمي او منل شوي نومونه بدلېږي او هغه ملي ترمينالوژي ، چي په اساسي قانون کي يادونه ترې شوې وه ، ليري کېږي ،چي بېلګي ئي (داطلاعاتو او فرهنګ وزارت) د اطلاعاتو او کلتور دوزارت پر ځای ، شهر داري د ښاروالي پر ځای او داسي نورو کارول دي .آيا تاسي په دې خبر نه ياست ؟ د بله پلوه زما دبچيانو مورنۍ ژبه پښتو ده خو ددې لپاره چي دوی ښونځۍ ته ولاړ سي او زده کړي وکړي دوی بايد هرومرو بله ژبه زده کړي . زه د خپلو بچيانو ددغو پوښتنو په ځواب کي څه ووايم ، چي ولي موږ حق نه لروپه خپله پښتوژبه زده کړي وکړو ؟ آيا پښتو د افغانستان ژبه نه ده ؟ آيا موږ ددغه هيواد آري ( اصلي ) اوسېدونکي  نه يو، چي نه شو کولای په خپله مورنۍ ژبه زده کړي وکړو ؟ اوس نو قاضي صاحب تاسي راته وواياست ، چي آيا تاسي ددغو پوښتنو ځواب لری ؟ که ئي لری راته وئي واياست . ما خو دافغانستان د اساسي قانون په  ۴۳ ماده کي لوستي دي ،چي د افغانستان ټول خلک حق لري په خپله مورنۍ ژبه زده کړي وکړي ، نو زموږ بچيان ولي په کابل او نورو سيمو کي ددې حق نه بې برخي سوي دي ؟ د پښتنو شمېره خو په کابل کي د بل هر قوم نه زياته ده ، نو ولي د اساسي قانون نه زموږ په اړوند سر غړونه کېږي ؟ آيا قاضي صاحب تاسي په دې خبر نه ياست ؟ زه پوره باور لرم چي تاسي په دې خبر ياست چي په کابل کي د پښتنو بچيان په خپله مورنۍ ژبه د زده کړو نه بې برخي سويدي . خو که چېري تاسي دومره بې خبره ياست ، چي په دې روښانه حقيقت نه پوهېږی ، بيا نو تاسي هيڅ حق نه لری چي پر ما قضائي فيصله وکړی او ستاسو دغه فيصله به په راتلونکي کي هم د قانون نه د سرغړوني مخه ونه نيسي . دا ځکه چي که ټول ددولت لوړ پوړي چارواکي (  ولس مشر ، وزيران ، قاضيان ، دولسي جرګې او مشرانو جرګې رئسان او غړي ) د اساسي قانون نه سر غړاوی کوي نو خلک خو هم ځان ته ددې حق ورکوي چي د قوانينو نه سر غړاوی وکړي . د پورتنۍ بېلګي نه زما موخه دا نه ده چي زه خلک د قانون نه سرغړوني ته هڅوم ، بلکي موخه داده چي د لوړ پوړيو چارواکو له خوا د قانون نه سرغړونه ، په ټوله ټولنه کي نه يوازي بې عدالتي رامېنځته کوي بلکي بې قانونۍ ته هم لمنه وهي او د قانونو نه سر غړونه په يوه عادي خبره بدلېږي ، چي دا بيا په ټولنه کي د فساد ، بدامنۍ او نورو جرمونو سبب کېږي .     پخوا به د ځينو کسانو له لخوا ددې ادعا کېدله چي د ځينو اقليتونو حقونه تر پښولاندي شويدي ، چي کېدای سي تر يوه ځايه به سمه هم وي . خو اوس هيڅ څوک (بېله پښتنو نه ) ددې ادعا نه سي کولای ، چي ددوی مدني حقونه تر پښو لاندي شويدي او ددوی په اړوند ټولنيز عدالت نه پلۍ کېږي . خو د ټولني د قاطع اکثريت حقونه تر پښولاندي کېږي او په خپله ژبه د ليک لوست او خبري کولو د حق نه محروم دي . په اوسني وخت کي افغانستان په نړۍ کي يوازنۍ هيواد دی چي د ټولني قاطع اکثريت قوم ئي د خپلو حقونو لپاره هلي ځلي کوي . معمول خو داسي وي ، چي اکثريت قوم اقليتونو ته د هغوی حق نه ورکوي او اقليتونو ته ددې اجازه نه ورکوي ، چي په خپله مورنۍ ژبه زده کړي وکړي ( لکه اېران ، روسيه ، پاکستان ، ازبکستان  او نور د سيمي هيوادونه ) . خو په افغانستان کي خبره سر چپه ده او مطلق اکثريت قوم د خپلو ابتدائي حقونو د لاس ته راوړلو لپاره مبارزه کوي ، چي واقعاً د حيرانتيا او غوسې وړ خبره ده . د ځينو کسانو په آند په دې کار کي زياتره ګناه خپله د پښتنو هم ده. داځکه چي له يوې خوا د افغانستان په ټول تاريخ کي ( د سقاو زوی حبيب الله ، ببرک کارمل او برهان الدين رباني نه پرته ) ټول واکمنان پښتانه وه، خو هغوی د پښتو ژبي لپاره هيڅ خدمت نه دی کړی او زياتره خپله هم په خپله ژبه نه شوای ګړېدلای ، ليکل خوئي لا هلته پرېږده . ځکه نو دوی ددې لپاره کار نه کاوه ، چي پښتو ژبه دي رښتينۍ رسميت پيدا کړي . له بلي خوا نور عادي خلک هم خپلي ژبي ته په ډېر ارزښت قايل نه دي . يوه ورځ زما يوه پاړسي ژبي دوست په دې اړوند د بحث په لړ کي راته وويل ، چي تاسي خپله ګرم ياست ، چي پښتو ژبه رسميت نه پيدا کوي او وده نه کوي . هغه را ته وويل چي ما ته خپله ژبه ګرانه ده ، ځکه نو زه ستاسره په خپله ژبه خبري کوم او ستا په ژبه هم پوهېږم او ويلای ئي هم شم ، خو غواړم په خپله ژبه خبري وکړم ، خو ته دادی زما په ژبه خبري را سره کوې او نه غواړې ، چي زه ستا په ژبه خبري در سره وکړم . چي رښتيا شي دې خبري زه هم په چرت کي واچولم او نژدې وؤ ، چي ددې خبري ټوله پړه په بشپړه توګه پر پښتنو ورواچوم . خو زما له نظره دا چي پښتانه د پاړسي ژبو سره په پښتونه بلکي په پاړسي خبري کوي ، علت ئي دادی چي د يو شمېر مغرضو او ناپوهو کسانو د ادعا خلاف ، پښتانه د پاړسي ژبي ويلو سره هيڅ ډول تعصب نه لري او نه خپل قوم او ژبه تر نورو لوړه او نه هم تر نورو ټيټه  بولي اوبل علت ئي دادی ، چي پښتانه په اروائي (رواني ) لحاظ دې ته اړ شويدي ، چي بايد په پاړسي ژبه خبري وکړي ، دوی اړشوي دي، چي بايد په خپله ژبه نه بلکي په پاړسي ژبه زده کړي وکړي ، په پاړسي ليکنه وکړي که نه نو په دولتي ادارو کي به ئي کار نه اجراکېږي  او په مطبوعاتو کي به ئي ليکني نه خپرېږي، بايد په پاړسي ژبه خبري وکړي که نه نو په دولتي ارګانونو او ادارو کي به ئي خبري نه اورېدل کېږي . پر دې سر بېره چي هيڅ کار به ئي مخ ته نه ځي او هيڅ ځای ته به لاس رسی نه شي پيدا کولای ، بلکي د متعصب ، برتري جو، قبيله ګرا، واپسګرا او آن فاشيست خطاب هم ور ته کېږي . ( زه ددې هری ادعا لپاره بې شمېره بېلګي او پېښي راوړلای شم ، خو دا کار ځکه نه کوم ، چي له يوې خوا هر څوک دداسي پېښو بې شمېره بېلګي لري او له بلي خوا ډېر زيات وخت ته اړتيا لري ، چي کېدای شي لوستونکي ترې ستړي شي ). خو بيا هم زه پښتانه هم په دغه ګرم ګڼم ، چي د خپلي ژبي په تعميم کي ئي پوره هڅي نه دي کړي او د يو شمېر ناروغو کسانو د تبليغاتو تر اغېزي لاندي راغلي دي او خپله ژبه ئي هېره کړيده .موږ بايد دې ډول تبليغاتي بابولالو ته ارزښت ور نه کړو او نه ئي تر اغېزي لاندي راشو. واقعيت خو دادی چي زموږ ادعا حق ده او هيڅ څوک نه شي کولای د هغه په خلاف منطقي ، قانوني ، معقول او د ډموکراسۍ د اُصولو مطابق ځواب ووائي . ما هيڅکله هم د پښتو ژبي د تعميم د مخالفينو نه دغه ډول ځواب نه دی اورېدلي چي ډېر لږ منطق دي هم پکښې موجود وي . که چېري څوک دغه ډول استدلال او منطق لري ، چي د افغانستان د اساسي قانون ، دبشر د حقوق د علاميي او د ډموکراسۍ د نړی والو اُصولو سره سمون خوري ، نو زه بلنه ورکوم ، چي راوړندي شي او خپل منطق را ته ووائي . تر کومه ځايه چي ما ته مالومات شته زموږ د هيواد پاړسي ژبي وروڼه ( ديو څو ناروغو کسانو نه پرته ) نور د پښتو ژبي د تعميم سره مخالفت نه کوي ، بيانو اصلاً ددې کار په مخ کي خنډ څه دي ؟ ولي حکومت د پښتو ژبې د رښتېني تعميم لپاره کوټلې ګامونه نه پورته کوي ؟ کېدای سي ددې علت هم داوي چي خپله پښتنو د پښتو ژبي د تعميم لپاره په پوره اندازه هڅه نه وي کړي . ځکه نو لازمه ده چي ټول افغاني روڼ آندي که په پارلمان کي وي او که د هغه نه بهر ، بايد ددې لپاره مټي را ونغاړي تر څو په عمل کي د پښتو ژبي رسميت پلي شي .که ددې خبري ملامتي ،چي تر اوسه پښتو ژبي رسميت نه دی موندلی ،پر پخوانيو رژيمونو وراچول کېږي ، نو اوسنۍ رژيم او په ځانګړي توګه دپارلمان وکيلان ، چي د خلګو استازي دي ، بايد دپښتو ژبي د تعميم لپاره پر حکومت ډېر زيات زور راوړي او دې ته ئي اړکړي ، چي دغه بې عدالتي له مېنځه ليري کړي .خصوصاً اوس چي حکومت بايد د پارلمان نه د باور رايه تر لاسه کړي ، د پارلمان وکيلان کولای شي ، د وزيرانو او په ټوليز ډول د کابينې او ولس مشر نه د پښتو ژبي درښتينې تعميم ( پلي کېدو ) ژمنه تر لاسه کړي . او ددې غوښتنه ترې وکړي ، چي په يو ټاکلې موده کي دغه کار پيل کړي .  د حيرانتيا خبره خو داده چي ټول دولتي چارواکي په دې هکله پټه خوله ناست دي او ددغو ټولو احتجاجونو په وړاندي هيڅ ډول غبرګون نه ښيئي . نه دا وائي چي نه دا ادعاوي غلطي دي او د پښتو ژبي رسميت په دولتي او غير دولتي ادارو کي تعميم شوی دی او په کابل او نورو ټولو سيمو کي دپښتنو بچيانو ته دا حق ورکړه شوی دی ، چي په خپله مورنۍ ژبه زده کړي وکړي . او يا دي ووائی چي نه پښتانه بېخي  ددې هيڅ حق نه لري . که چېري د پښتنو روڼ آندو دا ادعاوي سمي وي ، نو بيا ولي ددغه اوسني نا سم حالت دسمون لپاره کوټلي ګامونه نه پورته کېږي او يا لا اقل په دې هکله بحثونه ولي نه تر سره کېږي ، چي څنګه ددې دسمون له پاره تدابير پلي سي . د ښوني او روزني وزارت او حکومت په ټوليز ډول ولي ددغو غوښتنو په هکله هيڅ غبرګون نه ښيئي . ددولتي چارواکو دغه سکون ددې مانا لرلای شي چي ددوی ددغو غوښتنو په وړاندي قانع کونکۍ ځواب نه لري اودغه غوښتني حق په جانب دي .کله چي خبره داسي وي نو بايد افغان روڼ آندي خپلي هڅي دوه ، درې ...سل برابره کړي ، او تر هغه وخته ارام ونه کړي ، تر څودغه کار تر سره شوی نه وي اودغه حالت خوبې پايانه دوام نه شي موندلای . پښتانه او په ځانګړي توګه روڼ آندي ئي بايد نه ستړي کېدونکو هڅو ته دوام ورکړي . له بده مرغه بايد ووايم ،چي د ښاغلي کرزي په کابينه کي يو شمېر داسي کسان شته ، چي په څرګنده د پښتو او پښتنو سره کرکه او کينه لري . ددغو ډول کسانو نه يو ه روښانه بېلګه ئي د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلی سيد مخدوم رهين دی . دی ددې لپاره هڅي کوي چي په پښتني سيمو کي د راډيو ، ټلويزيون ، ورځپاڼو او مجلو کي بايد هرومرو پاړسي وکارول شي ، خو په کابل او نورو سيمو کي بيا د پښتو ژبي د کارولو مخه نيسي . سربېره پردې د اساسي قانون خلاف ، په افغانستان کي منل شوې ترمينالوژي ليري کوي او پرځای ئي د نورو هيوادونو ترمينالوژي کارول کېږي لکه شهرداري ، دانشګاه ، دانشکده او نور . سيدمخدوم رهين د سياسي تکنالوژي نه په ګټه اخستلو سره ، په دې وروستيو وختونو کي ددې لپاره چي په پارلمان کي دوکيلانو ملاتړ تر لاسه کړي ، نو ئي داسي يوه ډرامه جوړه کړه ، چي د پاکستان د کورنيو چارو  پخواني وزير نصرالله بابر ته ئي يو ليک واستوی ، چی په هغه کي ئي د نوموړي نه غوښتي وه ، چي هغه آثار چي د جګړې په وخت کي له افغانستان نه ايستل شوي وؤ او د نوموړي سره د هغه په شخصي کور کي موجود دي ، هغه بايد بيرته افغانستان ته مسترد کړي ، چي طبعاً دا دهغه له خوا رد سول او وئي ويل ، چي زما سره داسي کوم شۍ نشته . دی د لومړي سر نه هم په دې پوهېدی ، چي هغه به همداسي ځواب ورته وائي او هيڅ شۍ به هم افغانستان ته راستانه نه شي . خو دده موخه اصلاً هم دا نه وه  چي دغه تاريخي آثار دي بيرته افغانستان ته راوړل شي بلکي هدف ئي داوه ، چي په مطبوعاتو کي دې خبري ته په پراخه کچه انعکاس ورکړه شي او داد ده لپاره يوه ښه تبليغاتي وسيله وګرځي ، چي وګوری رهين دومره وطنپاله سړی دی ، چي د نصرالله بابر نه د افغانستان څخه د ايستل شوؤ تاريخي آثارو بيرته ستنېدل غواړي . خو اوس خلک په هر څه پوه شوي دي او دائي درک کړې ده ، چي دا يوازي او يوازي درهين په ګټه يو تبليغاتي کمپاين وؤ ، چي هدف ئي په پارلمان کي دده لپاره د مثبتو رايو اخستل وه . داځکه چي دی ډېره اندېښنه لري چي پارلمان به ده ته د باور رايه ورنه کړي . ددې علت دادی ، چي ده په تېرو څلورو کلنو کي په خپل افغاني ضد پاليسي د افغانستان کلتور ته ډېر زيان رسولۍ دی او داساسي قانون نه دسرغړونکو په لست کي به دده نوم لومړۍ وي . که چېري دا کار دده په ګټه د تبليغاتي کمپاين د مخ ته بېولو په موخه نه وي شوي ، نو : ۱- ده داغوښتنه پخوا په تېرو څلورو کلنو کي ولي نه کول . دا آثار خو به اوس نه وي وړل شوي او دا کار به د تېرو جګړو په وخت کي تر سره شوی وي .ځکه نو ده بايد دا مسئله، مخکي له دې نه ، چي د پارلمان نه د اعتماد رايه ترلاسه کړي ، مطرح کړې وای ، چي وئي نه کړه . ۲- که چېري دا خبره سمه هم وي ، چي نصرالله بابر په خپل شخصي کور کي د افغانستان نه غلاشوي تاريخي آثار راغونډ کړي وي ( چي دا تر ډېره حده ممکن هم ده . دا ځکه چي ده او يارانو ئي د جګړي په مهال او دهغه نه وروسته نه يوازي دافغانستان تاريخي آثار ولوټول ، بلکي په هيڅ شي ئي صرفه ونه کړه . ښائي اوس دغه آثار نه يوازي په پاکستان ، بلکي اېران ، تاجکستان ، ازبکستان ، روسيه او نورو هيوادونو کي هم وي .) نوښاغلي رهين خو بايد ددغو آثارو دراستنولو لپاره د قانوني مراجعو نه ګټه اخستې وای ، نه دا چي شخصاً نصرالله بابر ته ، چي اوس يوعادي سړی دی ، ليک ولېږي او هغه هم په خورا پراخه کچه دافغاني او د افغانستان لپاره د بهرنيوخبري رسنيو له لاري خپور کړي . دا خو خورا ارزښتناکه موضوع ده او بايد دولسمشر سره شريکه شوې وای او هغه د پروېز مشرف سره د مذاکراتو په وخت کي مطرح کړې وای او لږترلږه ئي د بهرنيو چارو د وزارت له لاري په اسلام آباد کي د افغانستان د سفير په واسطه په رسمي توګه د پاکستاني چارواکو نه ددغو آثارو د ستنولو غوښتنه کړې وای .که داسي شوي وای نو بيا خو ئي ده ته شخصي ګټه نه لرل . دده اصلي موخه خو د افغانستان د تاريخي آثارو بيرته ستنول نه بلکي سياسي تجارت وه . ده هم د رمضان بشردوست غوندي داسي يو پوپوليستي عمل ته لاس واچوه ، چي موخه ئي په پارلمان کي درايو تر لاسه کول وؤ ، او د نوموړي دغه قهرماني (؟؟) په څومره پراخه کچه تبليغ شوه . هر کله چي په يوه ټولنه کي بې عدالتي شتون ولري ، نو هغه خلک چي بې عدالتي ورسره شوې وي ، ناهيلي شی او کله کله ددغو ناهيليو له امله ناسمو کارو نو ته لاس واچوي ، چي پړه به ئي بيا هم پر حکومتي چارواکو وي . د پښتو ژبي او پښتنو په وړاندي د ځينو لوړپوړيو دولتي چارواکو ددښمنۍ نه ډک چلند ډېر پښتانه او په ځانګړي توګه روڼ آندي ئي د حکومت نه ډېر ناراضه کړيدي او ددوی دغه نارضائيتي کولای شي د افغانستان پراوسني پوځي ـ سياسي حالت ډېره ناوړه اغيزه وکړي او کولای شي د خلکو د همکارۍ کچه ډېره ټيټه کړي .ترهګر او د حکومت وسله وال  مخالفين کولای شي ددوی ددغه نارضائيتۍ نه ګټه پورته کړي او هغوی هم د حکومت پر ضد کارونو ته وهڅوي .ځکه نو هم ډېره اړينه ده چي دغه بې عدالتي له مېنځه ولاړه شي او ددغه ډول ناوړو پايلو مخه ونيول شي .ددغي بې عدالتۍ د لېري کولو لپاره يو منظم پلان جوړ شي او د هغه له مخي ګام په ګام مخ ته ولاړشو. لکه څنګه چي په تېرو دوؤ نيمو لسيزو کي ( دروسانو دتېري د وخت نه ) پښتو ژبي ته هيڅ ډول خدمت نه دی شوی اود حکومتونو له خوا هم ډېره ځپل شوی ده ، نو اوسنۍ حکومت بايد د پښتو ژبي په وړاندي د مثبت توپير نه کارواخلي . په دې ماناچي يو لړ داسي تدابير بايد پلي شي چي هغه د پښتو ژبي د ودي سره مرسته وکړي . دبېلګي په توګه : ۱- د معياري پښتو درواجولولپاره د پښتو ژبي د پوهانو علمي سيمينارونه ، سمپوزيمونه ، کنفرانسونه او نور جوړ سي . داځکه چي په تېرو دېرشو کلنو کي هيڅ داډول اقدام نه دی تر سره سوی .ژبه خو وده کوي او بدلون مومي ، خو تېرو حکومتونو د خپل پښتو ضد ماهيت له مخي داډول اقدامونه نه دي تر سره کړي . ۲- په پښتو ژبه کتابونو، مجلو، ورځپاڼو او نورولپاره د بهرنيو هيوادونو په مرسته په ځينو سيمو ( پکتيا ، ننګرهار ، کندهار اونورو ) کي ستري مطبعي جوړي شي . ځکه دادشرم خبره ده، چي همدا اوس افغانان پاکستان ته ځي او هلته خپل کتابونه ، مجلې او نور آثار چاپوي . حکومت بايد دغو مطبعو ته سبسايډي ورکړي ، تر څو ددغو کتابونو بيه ټيټه شي او هر څوک ددې توان پيدا کړي ، چي هغه تر لاسه کړي . ۳- زه دا خبره مننم چي ، په دولتي ادارو کي د پښتو ژبي تعميم د يو څو ورځو، اونيو او مياشتو کار نه دی او دابايد ديوه منظم پلان له مخي عملي شي . ددې کار لپاره دي  يو شمېر پښتو ژبپوهان د داسي کسانو سره چي د کمپيوټر په چاره کي لاس رسۍ لري ، وګمارل شي ، تر څو په دولتي ادارو کي د پښتو ژبي د کارولو لپاره يو زيات شمېر سټنډرډ ليکونه ( مکتوبونه ) ترتيب کړي او هغه دي بيا په سي ډي ګانو کي ثبت او په وړيا توګه دي دافغانستان ټولو دولتي او نادولتي ادارواو نورور مينه والو ته ورکړه سي ، تر څو هر څوک وکړای سي په رسمياتو کي د هغه نه کار واخلي . ۴- د جمهوري رياست او يا د پارلمان له خوا ( ياپه  ګډه )دي يوه  مقرره تصويب شي ، په کوم کي چي ټولو ادارو ته لارښونه شوې وي ، چي په پښتو ژبه ليکل شوؤ ليکونو او نورواسنادو منل ضروري دي او ددې يادونه دي هم وشي ، چي هر څوک  کولای شي ددواړو ژبو ( پښتو او پاړسي-دري ) نه په هره يوه چي وغواړي مکتوبونه وليکي . دغه مقرره بايد هر وزير ياد ادارې مشر په خپلو مربوطاتو کي توضيح او تشريح کړي . ۵ - په کابل او نورو سيمو کي دي ، په پښتو ژبه دزده کړو لپاره بېله ځنډه اقدامونه و شي .ددې کار لپاره کېدای شي له دوؤ واريانتونو نه کار واخستل شي : الف ـ  په هره ښونځۍ کي يوه ټولګۍ پښتو او يوه ټولګۍ پاړسي ـ دري وي . ب   ـ  په هره سيمه کي يوه پښتو او يوه پاړسي ـ دري ښونځۍ سره بېلي شي . او يا هم کېدای شی د کار پوهانو له خوا بل د منلو وړ واريانت انتخاب شي . په وروستۍ برخه کي زه غواړم ووايم ، چي ددې ليکني نه زما موخه په هيڅ ډول دا نه ده ،چي زه په افغانستان کي د مېشتو قومونو نه دکوم يو سره دښمني او کينه لرم او يا مي کومه ژبه خوښه نه ده . برعکس زه په دې باور يم چي په افغانستان کي ټول مېشت قومونو سره وروڼه دي او ټولو ته درناوی لرم او زما په آند دا دافغانستان ښکلا ده چي په بېلابېلو قومونو، مذهبونو او اِتنيکي ګروپونو پوري اړوند خلک ژوند پکښي کوي . زه په دې باور يم چي موږ ټول په دې محکوم يو چي يو دبل سره يو ځای ژوند وکړو. آيا ښه به داوي چي دغه ژوند يو دبل سره په دوستي ، ورورګلوي او مينه کي وکړو او ټول خپلي هلي ځلي دې ته راغونډي کړو چي خلګ مو سوکاله ، هوسا او په آمن کي ژوند ولري ؟ او که نه يو بل ته توطيې جوړي کړو ، يو د بل سره کرکه او کينه ولرو او يو بل ووژنواو دښمني سره وکړو ؟ زما په باور لومړۍ واريانت به په افغانستان کي د ټولو خلکو ( د اقليت او اکثريت د په نظر کي نيولو نه پرته ) په ګټه وي او د هغه ثمره به ټولو ته ورسېږي . ددوهم واريانت په صورت کي به يوازي زموږ د ګډ هيواد دښمنان چړچې وکړي او موږ به د نورو اوږدو کلونو په اوږدو کي بيا هم دغه ډول بد حالت ولرو،لکه چي تېري دوه نيمي لسيزي ئي غوره بېلګه ده . په نړۍ کي دهيڅ يو هيواد خلک ددښمنۍ، کرکي او کينې له لاري د پرمختګ لوړو پړاونو ته نه دي رسېدلي ، بلکي که د پرمختللو هيوادونو تاريخ ته که کتنه وشي ، نو ټولو هغه وخت پرمختګ کړی دی ، چي په ګډه ئي د خپل هيواد دودي او غوړيدو لپاره مټي رانغښتي دي . نو که موږ هم غواړو د اقتصادي لحاظه غوړېدلې ، سوکاله او امن ټولنه ولرو نو بايد يو دبل سره دوستي او وروګلوي ولرو . دبري يوازنۍ لاره دغه ده . خو ددې خبري نه بايد په هيڅ صورت داسي تعبير او استفاده ونه شي چي ، پښتانه او يا بل کوم قوم دي د خپلو حقونو نه تېر شي او په هيواد کي دي عدالت نه ټينګېږي . برعکس بې عدالتي او د حقونو نه د خلکو بې برخي کېدل ، د پرمختګ مخه ډپوي . ګوره دا متل څومره پر ځای دی چي وائي « وروري به کوؤ ، خو حساب به تر مېنځ وي » او يا « که شپه تياره ده ، خو مڼې په شمار دي  ». هيله من يم چي په ډېر نژدې کي به دغه بې عدالتي له مېنځه ولاړه شي . خو ددې خبري کول غواړم ، چي هيڅ چا ، هيڅ کله په اساني سره هيڅ شی نه دی ترلاسه کړي . خصوصاً دغه ډول يو لوی کار خورا ډېري هلي ځلي غواړي او زه باوري يم ، چي افغان روڼ آندي به دې موخي ته درسېدو لپاره خپل زيار او هڅي ونه سپموي .زه په دې کي هيڅ شک نه لرم ، چي موږ دغه موخه تر لاسه کوؤ ، خو زيار او ډېری هڅي غواړي او زموږ شازلمي ددغو هڅو توان په ځان کي لري .   ",تر کومه به دا بې عدالتي روانه وي؟ 1278,قدرت الله بزګريار - هالنډ," قدرت الله بزګريار- هالنډ سردارمحمد داود له ١٣٣٢هج ٠ش( ١٩٥٣ع ) څخه د١٣٤٢هج٠ش٠دکب دمياشتې تر ١٧ نيټې پورې چې د١٩٦٣ع کال د مارچ د مياشتې له ٧ نيټې سره سمون کوې د افغانستان د پا چهی دولت صدراعظم و٠د ١٣٤٢ هج٠ش٠کال دحوت دمياشتې په ٢٣ نيټه د افغانستان پاچا د صدارت دنده داکترمحمد يوسوف ته وسپا رله ٠دډاکترمحمد يوسوف د صدارت په دوره کښې په ١٣٤٣هج ٠ش٠کښې اساسي قا نون نافذ او د دموکراسی دوره چې د مشروطه غوښتونکو اساسې هيله وه پيل شوه٠اجرائيه،مقننه او قضائيه ځواکونه را منځته شول،د مطبوعا توآذادي و منل شوه او ملي جريد و په خپرونو پيل وکړ٠پارلمان دګوندونو قانون تصويب کړ،خو د پاچا لخوا تر پايه لاسليک نه شو٠ټولنې او سياسي ګوندونو د دموکراسۍ تجربه نه درلودله٠ګوندونو خپلسری فعا ليت پيل کړ او ځينو په ډاګه د پارلماني مبارزې سوله ايزه لاره ردوله او له قهراميزه لارې د بنيادې بدلون غوښتونکي وو٠  پارلماني آزادي په آنارشۍ بدله شوه او په همدغه لسيزه کښې پا رلمان له پنځو صدراعظمانوڅخه يا داعتماد رايه بيرته واخيسته او يا ېې استعفا کولو ته اړ کړل٠د دموکراسۍ د دورې لومړنی صدراعظم ډاکتر محمد يو سوف د ١٣٤٤هج٠ش٠کال د لړم د مياشتې د دريمې نيټې د سوله ايزو مظاهرو د ټکولو له امله د لړم په اتمه نېټه استعفا کولو ته مجبور شو او ددې دورې وروستي صدراعظم موسی شفق په ١٣٥١هج٠ش٠کال د ايران له صدراعظم امير عباس هويدا سره د هلمند د رود د اوبو د ويش موافقه لاسليک کړه د موافقې لاسليک د افغانستان په سياسي ګوندونو او پارلمان کښې د مخا لفتونو او احتجاجونوهياهو جوړه کړه٠پارلمان لنډه موده وروسته تطميع او قانع شو، خو د تيرو لسيزو د بد مرغيو رښتينی لا مل له همدغه ځايه پيل شو٠  کور ناستی سردار محمد داود چې له خپلې شاهي کورنی سره يې کورني اختلافات درلودل اود تېر صدارت د واکمنی نشه يې په سرکې وه روانو سياسي لوبو ته په ځار و٠ له ايران سره د هلمند د اوبو د ويش قرارداد محمد داود ته ښه پلمه برابره کړه،د ١٣٥٢هج٠ش٠کال د چنګاښ د مياشتې په ٢٦ نيټه يې په توره شپه کښې کوده تا وکړه،شاهيې نظام يې ړنګ او د هغه پرځاي يې جمهوري نظام اعلان کړ٠محمد داود په خپله راډيووي مرامي وينا کې چې د""خطاب بمردم افغانستان"" عنوان يې ورکړی و مترقي تګلاره خپله کړه٠د ده دغې وينا د ټولو روڼ اند و او په تيره بيا د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند ملاتړ ترلاسه کړد افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند ديوې اعلاميې په ترڅ کښې له خپلو غړو څخه وغوښتل چې د نوي نظام ملا تړ وکړي٠  د محمد داود د حکومت پر ضد پنځه کودتاوې شنډې اعلان شوې او دولت پلان شوې کودتاوې دلاندينيو اشخاصو لخوا ښودلې وې: لومړی کودتا د ١٣٥٢کال د زمري په مياشت کښې د محمد هاشم ميوندوالخوا، دوهمه کودتا د ١٣٥٢ د ليندې د مياشتې په ١٥ نېټه د ضبط احوالاتو د ريس جنرال رسولجان لخوا،دريمه کودتا په همدغه کال کښې د مولنا فيضاني لخوا وه چې دقيقه نېټه يې راته نده په ياد،ځلورمه کودتا په ١٣٥٤ کال کښې د استاد رباني لخوا او پنځمه کودتا ١٣٥٥ کال کښې د جنرال ميراحمد شاه لخوا٠  له بلې خوا د انګريزي ښکيلاک په تدبير او ښکيلاکي ځواک سره د ديورند د تحميلي کرښې په وسيله د افغانستان له تاريخي بدن څخه د جلا شوو پښتنو او بلوڅو د حقوقو پر سر د سردارمحمد داود د حکومت مناسبات د پاکستان له حکومت سره زيات خراب وو٠نو د پاکستان حکومت د افغانستان د حکومت پر خلاف د يادو شوو پرله پسې کودتاوو په وخت کښې زمونږ هيواد ته د ستونزو پيداکولو لپاره له هر مناسب فرصت څخه ګټه اخيستله٠  د ښي اړخي سياست ځينې هغه افراطي پلويان چې افغانستان ته د پخوانې شوروي پوځ تر راننوتلو وروسته وتلې جهادي څيرې شوې پاکستان ته تښتيدلی وو او د پاکستان د حکومت په لمسون او ملا تړ يې په پنجشير او نورو غرنيو سيمو کښې بغاوتونه پيل کړي وو٠  دا ډول ستونزې ترهغې روانې وې چې محمد داود او ذولفقارعلي بوټو دخبرواتړو لړی پيل کړه٠وروسته محمد داود له دموکراسی او په""خطاب بمردم افغانستان"" مرامي وينا کې د افغانستان له خلګو سره له شوو وعدو څخه مخ واړوه او داستبداد لاره يې غوره کړه٠هغه د ملي غورځنګ  په نامه له وختزيو ( ابن الوقتو ) څخه نوی ګوند جوړ کړ او د نورو ګوندونو په فعاليت يې بنديز ولګاوه٠داود د سالم اپوزيسيون په ټکولو هم پيل وکړ او د افغانستان دخلق دموکراتيک ګوند مخکښان يې زندان ته واچول٠ددغه ګوند غړو محسوس خطر لمس کړ٠په قهر شول او له حتمي مرګ څخه د نجات په خاطر يې د ١٣٥٧ کال د ثور په ٧ نيټه د ورځې په ١١ بجو په رڼا ورځ په يو داسې قيام لاس پورې کړ چې د کا بل ښاريان يې په شور او شوق نندارې ته ولاړ وو٠دا قيام ٢٢ ساعته وروسته په بشپړ ډول بريالی شو او ښاريانو سرتيرو او افسرانو ته د ګلانو د اميلونو په ورکولو سره د هغه هر کلی وکړ٠دلته په ځای بولم چې ووايم د ثور دمياشتې په اتمه نېټه په کابل کې دهغه وخت د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو د اتحاد لوی سفير د افغانستان د دفاع وزارت مخې ته راغی او دځان له معرفي کولو وروسته يې وويل چې ما ته خپل دولت دنده راکړې ده، دا ځانته معلومه کړم چې تا سو څوک يا ست او ستاسو رهبر څوک دی ؟ هغه وويل چې ستاسو له رهبر سره ملاقات کول غواړم ٠په همدې نيټه له نورمحمد تره کي سره دهغه ملاقات وشو او يوه ورځ وروسته د ثور د نهمې نيټې په څلوروبجويې احوال راووړ چې زموږحکومت تا سو په رسميت پيژني٠   د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند د ثور په ١١ نيټه نورمحمد تره کی د نوي دولت د مشر په توګه وټاکه او هغه له خبريالانو سره په خپله لومړی مرکه کې وويل چې موږ په دې طريقه قدرت ته رسيد ل نه غوښتل ٠سردار محمد داود زموږ پر ګوند قيام تحميل کړاو که موږ په دغه ډول واک ترلاسه کول غوښتلای ،نو دا کار مو دوه کاله مخکښې هم کولای شو٠  په هر حال د دموکراسۍ له لسيزو وروسته دوهمه لسيزه ( ١٣٥٣-١٣٦٣ ) د افغانانو د هيلو په خلاف د کودتاوو ،جګړو او بهرنيو لاسوهنو لسيزه وه چې افغانستان يې د دوو لويو قدرتونو د سړې جګړې د دوران د سياليو په ډګر واړوه٠په دې لسيزه کښې د افغانستان د دولت درې برحال رئيس جمهوران ووژل شول٠په هيوادکې د پرمختګپالو د اساسي برخې او د شاتګپالو تر منځ جګړه ورځ په ورځ پراخيدله٠د پرمختګپالو مرستې ته پخواني شوروي اتحاد چې له اقتصادي پلوه د مرکزي بازار غوښتونکی و او د شاتګپالو مرستې ته امپرياليستي هيوادونو چې له اقتصاد ي پلوه د آزاد بازار غوښتونکي وو ټټرونه وهل٠پاکستان او ايران هم دخپلو ګټو په خاطر او ځينې عربي هيوادونه د لويديزو هيوادونو په تشويق د افغانستان د دولت د مخالفينو ملاتړ او مرستندوی وو٠پاکستان او ايران پر نورو مرستوسر بيره خپل پوځيان او مليشي په ملکي لباسونو کښې د مخالفينو له جنګيالانو سره يوځای کول  کله جې د ١٣٥٨ کال د جدي تر شپږمې نيټې وروسته په افغانستان کې د پخوانې شوروي اتحاد پوځونو حضور پيداکړ نو د شاتګپالو تبليغاتي پله درنه شوه٠د ملګرو ملتونو داعتراض غږ اوچت شو٠د بهرنيو استخبراتي موسسو لخوا ځينې عربان د جهاد په نامه استخدام او د مخالفينو له ليکو سره يوځا ی شول ٠د امريکا متحده ايالاتونو له شوروي اتحاد څخه د ويتنا م په جنګ کې د ماتې دغچ اخيستلو لپاره ښه موقع تر لاسه کړه٠د سکاډ او سټينګر جګړه پيل شوه او د زبر ځواکونو تر منځ د سړې جګړې د ناندريو په دوره کښې افغانان د تاوده جنګ په بيرحمه لمبو کې وسوځيدل٠  افغانستان ته د پخوانې شوروي اتحاد د پوځي قطعاتو د ننوتلو په باره کې رنګارنګ توجيهات کيږي،خو کومې معتبرې منبع لا تر اوسه په دې برخه کې د منلو وړ حقايق ندي څرګند کړي يوازې په نوي ډهلي کې د روسيې سفير ،يوري وارنتسوف،ويلي دي چې شوروې لدې ډاره افغانستان ته خپل پوځې قطعات و ليږل چې امريکا قصد درلود د افغانستان د دولت له مخالفينو سره په پيسو او وسلو سربيره نظامي مرسته هم وکړي٠ځکه دايران انقلاب امريکايې- ضد خصلت در لود او د امريکا لاس تر دووډبرو لاندې و٠په افغانستان کې يې سفير ووژل شو او په ايران کې يې دپلوماتان او د سفارت کارکوونکي ير غمل ونيول شول امريکا د خپلو ګټو د ساتلو او د دپلوماتانو دآزادولو لپاره پر ايران د نظامي حملې ترتيبات نيولي وو،خو د سريع حرکت د ځواک بريد يې ناکام شو٠هغه وخت پر افغانستان باندې د امريکا د مستقيم بريد کولو کوم سند په لاس کښې نه و٠  ځينې منا بع وايي چې حفيظ الله امين هغه وخت چې دی په امريکا کښې په تحصيل بوخت و د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند ته د ننوتلو له دننه څخه د ګوند د متلاشي کولو او دګوند د پرمختګ د مخنيوي قصد و کړ٠دا منابع وايي چې له همدې لامله حفيظ الله په امريکا کې خپل زده کړه نيمګړې پريښودله او وطن ته ستون شو٠دا خبره عقل ځکه مني چې حفيظ الله هم تر واکمنی دمخه او هم د واکمنی په وخت کې (دوږي دميا شتې ١٣٥٨،٢٥ ) کټ مټ همداسې وکړل٠ګوند يې پر څو ټوټو وويشه،ګوندي او غيرګوندي معتبر شخصيتونه يې له مخې ليرې کړل٠ځينې يې له وطنه فرار کړل،ځينې يې بنديان کړل او زيات شميريی په شهادت ورسول ده د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند له خوا د واک تر نيولو وروسته د نورمحمد ترکې هغه غوښتنه او تمايل په کلکه رد کړ چې له نورو مترقي ګوندونو سره جبهې جوړولو لپاره يې څرګند کړ٠حفيظ الله پر خپل پلار او استاد هم رهم ونکړ، نو ځکه په همدې وخت کښې امين نه يوازې له ګونده بهر له سختو جګړو سره مخامخ شو، بلکې د ګوند دننه هم د ده پر ضد جهاد تود شو٠د ١٣٥٨ کال دتلې د مياشتې په ٢٢نيټه خلقي افسرانو د امين د يکه تازۍ پر ضد په ټولو مر کزي قطعاتو کې د پاڅون تر تيبات نيولي وو چې د خپلو جاسوسانو د رپوټونو په مرسته يې د هغه مخنيوی و کړ، خو يوازې د ريشخورو په فرقه کې د خلقې افسرانو قيام نږدې له ١٨ ساعته مقاومت وروسته وټکول شو او تر( ٢٠٠ ) زيات سرتيري او افسران پکې شهيدان شول٠حفيظ الله د خپلو سختو استبدادي اعمالو په نتيجه کې د خپلو ګوندي، ملي او بين المللي دوستانو ملا تړ له لاسه ورکړ٠په داسې حال کې چې پر عامه تاسيساتو او ملی شتمنيو د دولت د مخا لفينو بريدونه او په ولسواليو او علاقه داريو کې د ښونکو،داکترانو او ملکي کارمندانو بيرحمانه ترور او وژنه ورځ په ورځ زياتيدله، د امريکا مرسته اوملاتړهم ورسره مخ په زياتيد و و او د يوري وارنتسوف ادعا واقيعت پيداکولوته نږدې کيدله٠همدا مهال د هغه وخت شوروي واکمنوڅخه حفيظ الله امين له انقلاب څخه د دفاع په نامه د يو تقويه شوي غونډ د ورليږلو موافقه وغوښتل ويل کيږې چې حفيظ الله له امريکا سره ددغه هيواد د تشويش د رفع کولو په خا طرموضوع شريکه کړې وه٠امريکا افغانستان ته د شوروي د تقويه شوي غونډ له راليږلو سره مخالفت ځکه ونکړ چې هغه په دې پوهيدله چې داکار به له يوې خوا د شوروي پر ضد د افغانانو ملي احساسات راوپاروي او له بلې خوابه شوروي له نړيوال انتقاد سره مخامخ او تجريد کړي٠شوروي د حفيظ الله امين لخوا د تقويه شوي غونډ د راليږلو وړانديز و مانه او موافقه وشوه چې د غونډ يوه کوچنی برخه به دهغه د امنيت ساتلو دنده پغاړه اخلي او نور ځواک به ګرديزته ځي چې د پاکستان د مليشواو مخالفينو د پرمختګ مخنيوی وکړي٠  د ١٣٥٨کال د جدي په څلورومه او پنځمه نيټه شوروي پوځي قطعات د خواجه رواش په هوايي ډګر کې کښته شول٠د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند د سياسي دفتر غړي دستګيرپنجشيري په خپله هغه مرکه کې چې پروسږکال ( ٢٠٠٤ ع ) د دسمبرد مياشتې په ورستيو ورځو کې يې د بې بې سي له خبريال سره وکړه وويل چې حفيظ الله امين په ډيرې خوښی سره د جدي په شپږمه نيټه د سياسي دفترغړوته په کابل کې د شوروي اتحاد د لوی سفيرهغه ډاډ څرګند کړچې ده ته يې ويلي و چې شوروي به له افغانستان څخه د ويتنام په شان دفاع وکړي٠د جدي په شپږمه نيټه له افغانستان سره د شوروي اتحاد د مرستو په وياړ د تاجبيک په ماڼی کې ميلمستيا جوړه شوې وه او د سياسي دفترغړي د ډوډی پر ميزناست وو چې شوروي کوماندو د ماښام د ٧ بجو په شاوخوا کې د حفيظ الله امين پر ارګ، د افغانستان پر راديو ،د مخابراتو پر مرکز او د صدارت پر ماڼی بريد پيل کړ٠سره لدې چې امين د سنبلې تر٢٥ نيټې وروسته د افغانستان په پوځي قطعاتوکې په پراخه پيمانه ګرفتاري کړې وه او د خپل حد س او ګومان سره سم يې مخالف خلقي افسران ځپلي وو،خو په پوځ کې د ناراضي خلقي افسرانو شميردده له کړې محاسبې څخه زيات وو٠د جدې د شپږمې نيټې په ماښام پر حفيظ الله باندې د روان بريد په اړه مرکزي قطعات په دې ګومان وو چې امين د کوم داخلي ځواک تر بمبارد لاندې دې او که څه هم په دی نپوهيد ل چې دا ځواک به د چا په رهبری عمليا ت تر سره کوي،خو په دې خوښ وو چې امين راوپرڅول شي٠له حفيظ الله څخه دده تر ارګ پرته نورو پوځي قطعاتو دفاع ونکړه او ارګ هم تر لږمقاومت وروسته تسليم شو٠  داسې ولي وشول ؟ که د شوروي موخه او هدف تودو او بو ته ځان رسول و،نو ولې افغانستان او ايران ولې نه؟ افغانستان د شوروي دوست او ايران يې له ايديالوجيکي پلوه دښمن و٠ايا دشوروي موخه به دانه وه چې د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند او افغان ولس د امين له استبدادي منګولو وژغوري او نړيوال چپ مترقي نهضت له هغې بدنامی او شرمه خلاص کړي چې د امين اعمالو ورپه برخه کړي وو٠لنډه دا چې د حفيظ الله ظالمانه واکمني نسکوره شوه،ګوند او وطن ترې په امان شول،  خو زموږ په هيواد کښې جګړه د سړيدو په ځای نوره هم توده شوه اوداځکه چې د مخالفينو د تبليغاتو له مذهبي بڼې سره ملي بڼه هم يو ځای شوه٠امريکا تر پخوا زيات د خپل جنګي ماشين استقامت افغانستان وګرځاوه او زموږ هيواد يې د تاوده جنګ په ډګرواړوه شوروي ددې ويرې او ډار په سخته لومه کې ښکېل و چې که امريکاپر افغانستان يا ايران حمله وکړي نو د سړې جګړې سيال به يې جنوبي پولې ته راورسيږي٠څوکاله وروسته د شوروي اتحاد په مشرتابه کې بدلون راغی چې د افغانستان په مشرتابه يې اغيزوکړ او زموږ په هيواد کې هم بدلون او اصلاحات پيل شول٠  د ١٣٦٦ هج٠ش٠کال د سلواغې په شلمه ملي روغه جوړه اعلان شوه څه موده وروسته له افغانستان څخه د شوروي پوځ د وتلو لپاره د ژينو موافقه لاسليک شوه او دا پوځ زموږ د هيواد څخه ووت٠  له هيواد څخه د شوروي پوځ تر وتلو وروسته د افغانستان دولت مخالفينو ته دګډ حکومت جوړولو وړانديز وکړ٠مخالفينو په وار وار د سولې او روغې جوړې خبرې رد کړې، ځکه چې جګړه له هماغه پيله د قدرت لپاره وه نه د شوروي پوځ د راتګ په خاطر٠د مخالفينو له نه پخلا کيدونکي درځ سره سره ډاکتر نجيب الله اصلاحاتو ته دوام ورکړ ٠هغه د ګوند نوم بدل کړ او د ګوندپه مرام کې يې هم بدلون راووست٠د ژينو د تړون له فيصلو سره سم د ملګرو ملتونو استازي بينين سيوان د افغانستان د دولت او مخالفينو تر منځ د روغې جوړې کوښښ کاوه،خو د سولې دا هڅه د شمالي ټلوالې او د وطن ګوند دننه د ډاکتر نجيب الله د مخالفينو اتحاد او ګډې دسيسې ناکامه کړه٠ډاکتر نجيب په کابل کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې پناهند ه او زنداني شو٠  مجاهيدينو د ١٣٧١ کال د ثور په اتمه خپل مرکز له پاکستانه کابل ته انتقال کړ٠دوی په لنډه موده کې دولتي دفترونه،بانکونه،موزيمونه،ځا نګړې کورونه او هرځه لوټ کړل٠بيت المال د غنيمت مال وګڼل شو،د لاس ته راوړلو لپاره يې خپلمنځي جګړې پيل شوې،د کابل ښار او ټول هيواد د جنګي ډلو تر منځ وويشل شو٠په څلورمه لسيزه ( ١٣٧٣- ١٣٨٣هج٠ش ) کې د قدرت جګړې زور واخيست او امريکا او لويد يزې نړۍ په ښکاره افغانستان يوازې پريښود٠په دې لسيزه کې کور په کور ،کلي په کلي او په ښارونو کې کوڅه په کوڅه چور او چپاول زيا ت شو. په دې وخت کې طالبان له داسې شعار سره را منځته شول چې افغانستان او اسلام ته له بدنامو مجاهدينو څخه نجات ورکوي٠د طالبان دتحريک د راپيدا کيدو سره سم بين المللي خبري رسنيو داسې څرګندوله چې دا تحريک د پاکستان دولت د امريکا له پلان او مشورې سره سم را منځته کړی دی٠طالبانو د ١٣٧٥ کال د ميزان په مياشت کې د کابل تر نيولو سمدلاسه وروسته جمهور رئيس نجيب الله په شهادت ورساوه٠ددغه کار په کولو سره د دوی ملي او بين المللي ملاتړ کمزوری شو٠په ټوله نړۍ کې يوازې پاکستان،سعودي عربستان او بحرين چې د امريکا متحدين وو د طالبانو حاکميت په رسميت پيژنده٠د طالبانو په واکمنی کې د نجونو پر مخ د ښونځيو دروازې وتړل شوې٠سينماوې بندې شوې او په راديو او تلويزيون کې پر موسيقۍ هم بنديز لګيد٠د باميانو تاريخي بتان مات شول او د اسلام د احکامو تفسير او تعبير له نورې اسلامي نړۍ څخه جلا او بل ډول شو٠  د افغانستان اصلي واکمن عربي فراريان او د پاکستان استخباراتي موسسې وې٠له شمالي ټلوالي سره دطالبانو جنګ روان و او روسيه، ايران او هندوستان د شمالي ټلوالې تر شا ولاړ دولتونه وو٠  هغه وخت چې د ٢٠٠١ ع کال د سپتمبر د مياشتې په ١١ نيټه د امريکا په متحده ايالاتونو کې د نيويارک او واشنګټن پيښې را منځته شوې، نو امريکا د افغانستان په اړه په خپله پاليسی کې د بدلون او د طالبانو د بديل په فکر کې شوه او د ډالرو په زور او دولتي قدرت په وعدويې مرګونې شمالي ټلواله را ژوندۍ کړه٠د بيسارې بحري او هوايي بمباررۍ وروسته چې ګڼ شمير بيګناه افغانان يې قرباني شول د مجاهدينو د حکومت دوهم پړاو پيل شو٠په دغه پړاو کې د پاکستان اغيز کمزوری شو او دامريکا مستقيم اغيز او ملاتړ يې ځای ونيو٠  امريکا هوډ وکړ چې د افغانستان د چارو بهير ته سم لوری ورکړي٠د ٢٠٠١ ع کال د نومبر د مياشتې په ٢٧ نيټه د بن کنفرانس جوړ شو چې د حامد کرزي په مشرتابه يې مؤقته دولتي اداره را منځته کړه٠د مؤقتې ادارې پسې اضطرارې لويه جرګه، بيا د لنډمهالی حکومت جوړول، ورپسې د اساسي قانون د تصويب لپاره لويه جرګه او بيا د جمهور رئيس د ټاکلو لپاره انتخابات له څه ناڅه تېروتنو سره سره ټولې مثبتې چارې وې٠د تېرو څلورو لسيزو پيښې لکه د ځنځير کړۍ يو له بله په ارتباط کې دي٠که څوک هڅه وکړي چې يوه پيښه له بلې څخه جلا مطالعه کړي او د سلسلې مراتب له پامه وغورځوي نوهغه به په قصدي توګه ديو چا د مسول کولو او بل ته د برائت ورکولو نيت او اراده لري او د واقعيتونو تحريف ته به يې ملا تړلې وي٠  تيرو پيښو ته تر پورتنۍ لنډې کتنې وروسته په ځای بولم چې د تېرو غميزو او د هغو د لاملونو په اړه ځينې پوښتنې طرحه کړم او د معاصر تاريخ له پوهانو ، حقوق پوهانو، او د بين المللي حقوقو له متخصصانو او نور او نورو پوهانو څخه هيله وکړم چې پاک وجدان د قضاوت په سيوري کې ورته بې تعصبه ځوابونه ووايي:  - ايا د ١٣٤٣ کال د اساسي قانون ارزښتونه او د مشروطه شاهی ،د ګوند ونو،مطبوعاتو او مظاهرو د ازادۍ منلو ته د پاچا چمتووالی له وخت څخه دمخه کار و او که روڼ اندوترې ناوړه استفاده وکړه؟ -ايا دا د پاچا ګناه وه چې په لسو کالو کې يې د ګوندونو قانون لاسليک نه کړ چې روڼ اندو د هغه په رڼا کې خپل تګلاره ټاکلې وای او له سوله ايزو لارو خپلو موخو ته رسيدلې وای نه د وسلوالې مبارزې له لارې؟ -ايا د دموکراسۍ په دوره کې د ولسې جرګې او حکومتونو تر منځ د توافق هميشنی نشتوالی چې پايله يې د ٥ صدراعظمانو ګوښه کيدل وه په هيواد کې د بې ثباتۍ لامل ګڼل کيدای شي که څنګه ؟ -د دموکراسۍ په تازه- پيلي بهير کې د عقرب د دريمې نيټې د سوله ايزو مظاهرو د بيرحمانه سرکوب اغيز او له ورپسې راتلونکو پيښو سره يې ارتباط څنګه ارزوئ ؟ -ايا په ١٣٥١ هج٠ش٠کال کې له ايران سره د هلمند د اوبو د ويش قرارداد چې د دواړو هيوادو صدراعظمانو،موسی شفيق او امير عباس هويدا لاسليک کړ د راتلونکو پيښو اصلي لامل حسابيدلای شي؟ ايا١٣٥٢ کال د سرطان د مياشتې د ٢٦ نيټې کودتا چې د سردار محمد داؤد لخوا په توره شپه کې چې په ظاهره د هلمند درود د اوبو د ويش له قرارداد سره د مخالفت په پلمه تر سره شوه،شاهي نظام يې ړنګ او د زور له لارې قدرت ته رسيدل يې دود کړل د غميزو پيل نه شميرل کيږي؟ -ايا په ( خطاب بمردم افغانستان ) کې له خپرو شوو مرامي کرښو څخه،چې د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند يې ملاتړ کاوه ، د محمد داؤد مخ اړونه او په دې پلمه د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند د رهبرۍ ډله ايز بنديانول چې د مرکزي کميټې د ترور شوي شهيد غړي مير اکبر خيبر جنازه يې په پرتمين او سوله ايز ډول خاوروته سپارلې وه د ورستيو پيښو لامل نه و؟ -ايا له هماغه پيله د پاکستان لخوا د نوي نظام پر ضد دمرورو افغانانو نظامي تربيه، وسلوالول او د تخريب لپاره راستول د چارو په وروستي بهير بې اغېزې وو ؟ -ايا دپاکستان له خوا د افغانانو لپاره د جلا وطني حکومت جوړولو،افغانستان ته د جهاد په نا مه د عربو او پاکستاني مشاورينو لېږلو، د افغانستان د دولتي نظام د تخريب په موخه د بهرنيو استخباراتي مؤسسو فعاليت ته د زمينې برابرولو او د اور لمبوته لمن وهلو د پرله پسې ورستيو پيښو د رامنځته کيدو لپاره بنسټ ندی ايښی؟ ايا د شوروي اتحاد څخه د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند لخوا پوځي مرستې غوښتنه د بهرنيو مداخلو له امله نه وه؟ ايا د افغانستان په کورنيو چارو کې د ايران د اسلامې جمهوريت مداخلو چې د اسلامي انقلاب د صادرولو تر شعار لاندې پيل شوې زموږ د هيواد په حالا تو اغيز نه درلود؟ -له افغانستان څخه د شوروي پوځي قطعاتو تر وتلو وروسته د افغانستان د دولت د ملي پخلاينې او روغې جوړې د وړانديز ردول چې بين المللي ملاتړ ورسره و د چا مسؤليت دی ؟  -ايا د ملګرو ملتونو د استازي ښاغلي بينين سيوان په منځګړيتوب د روغې جوړې د خبرو د سبوتاژ پړه د چا پغاړه ده؟ -ايا د کابل د ښار د ورانولو او په ښا رکې د راکټونو او توپونو په ډزو سره له ( ٦٠٠٠٠ ) شپيته زرو څخه د زياتو بيګناه ښا ريانو د وژلو پړه د چا په غاړه ده؟ مونږ د دريمې لسيزې ١٣٦٣-١٣٧٣ هج٠ش٠په باره کې دمخه خبرې وکړې او په دې برخه کې نورې خبرې به تکراري بڼه ولري، خو يوازې دومره وايم چې د هرې لسيزې د حاکمانو اصلي څيره د قدرت تر نيولو وروسته څرګند يږي٠ګرانو هيوادوالو او نړيوالو وليدل چې په هيواد کې قتل و قتال او د تمدن تخريب د قدرت او چوروچپاول په خا طر و شول نه د اسلام لپاره٠ګران هېوادوال پوهيږي چې طالبان چا را وستل ،عربان چا راوستل،افغانستان چا د بين المللي تروريزم د تربيې په مرکز واړوه او نابللو خپلسرو ميلمنو ولې او د چا په مرست زموږ له هيواد څخه د بين المللي تروريستانو د تربيې تعليمي مرکز جوړکړ او زموږهيواد د چا د ګټو لپاره په نړۍ کې د ترياکو د توليد او قاچاقو لومړی درجه هيواد شو٠ايا د باميانو د بتانو پر توپ ويشتل او د نيويارک د لوړو برجونو ورانول يوازې د عربي ميلمنو مسؤليت و ؟ ؟ په پای کې لنډې پوښتنې دادې چې ملا مت څوک دي؟ لومړۍ مشروطه شاهي که لومړی جمهوري نظام،لومړی دموکراتيک جمهورت که لومړی اسلامي جمهوريت او يا لومړی اسلامي امارت،سړه جګړه، زبر ځواکونه که د ګاونډيانو لاسوهنې اوکيڼ افراط که ښي افراط ؟  ايا د افغانستان د پرله پسې اشغال بهير د افرادو او اشخاصو په خاطر و که له افغانانو سره د دوستی په خاطر او يا هم د زبر ځواکونو او ګاونډيانو د ستراتيژيکو موخو په خاطر؟ زه باور لرم چې د پورتنيو پوښتنو د ځواب لپاره کتابونه او کلونه په کار دي٠ زما وړانديز دادی چې راځئ ټول په ګډه يو شی ملامت کړو او هغه د بيسوادی لوی رنځ چې نفاق ورسره ملګری دی٠اوس زموږ د ټولو دردونو فوري علاج يوازې او يوازی اتفاق او ملي يووالی دی٠که موږ له تيرو حوادثو درس اخيستی وي او هوښيار شوی ملت ځانته وايو نو ملي ګټې به دغج او انتقام او د هر ډول تعصب له روحې څخه په مراتبو اوچتې وګڼو او سرتاسري بخښنه او ملي پخلاينه به مو نه ماتيدونکی شعاروي٠ ",افغانستان په تېرو څلورو لسيزو کي( ١٣٤٣- ١٣٨٣ ) 1279,عبدالوهاب سرتېر - جرمني,"   په مرګ يې واوري نا ببره پښتون چې سر پيدا کړي دا بې سره پښتون   ټولو قومونو مشری پيدا کړه وي به تر کومه ؟ بې رهبره پښتون   د  وليخان  په مړينه ژاړ م درته چې وو له  آره  او ټبره پښتون   ربه چې خپل مشر په ژوند وپالي کړې برخمن له دې هنره پښتون   د ځانځانۍ په اور کې سوځي چې لا ايشې پخه نده ډبره پښتون   له دې وژونکي رنځه ټول کړېږو که دی په لره که په بره پښتون   پښتانه خپل مشر په ژوند نه پالي په مرګ يې ژاړي بې خبره پښتون   چې دوليخان دماتم په ټغر ناست له چتراله تر خيبره پښتون   ( سر تېره ) خان د پاچاخان بچئ وو ټينګ په پښتو لکه ډبره پښتون   ",دخان عبدالولي خان په مړينه ! 1280,عبدالهادي حيران," د ژوند په رنګينو کې، د ښکلا په ائينه کېبند کړى په جادو يمه يؤ چا په ائينه کې د مينې روايته دې نه نور به لا څۀ سپک شېمين درته هم ګوري د دنيا په ائينه کې؟ دا قام چې د بري دعوې کوي نو زما خيال دىبس يؤ ځل دې ځان وګوري لږ بيا په ائينه کې نۀ ما سپوږمۍ ليدلې ده، نۀ تا رڼا ليدى شېنۀ تا ځان ته کتلي دي، نۀ ما په ائينه کې چې ځان ته پکې نۀ ګوري نو دا ئې هم ادا دهحيران خو ورته زړۀ ايښى پخوا په ائينه کې ",غزل 1281,," جلالزی = کابل د نړیوال اټومي سازمان غړو پریکړه کړې چه د ایران اټومي لانجې دوسیه دي ملگرو ملتو د امنیت شورا ته وسپارل شي  دا پریکړه پرون د اتریش په پلازمینه وینا کښي د نړیوال اټومي سازمان غړو هیوادو کړي ده . ایران وایې د دوی د ذره وي پروگرام بډایه کول د سولیزو موخو او د بریښنا د توان د لاس ته راوړني په موخه دي . ایران هم گواښ کړې چه که د دوی د اټومي پروگرام په اړه دوسیه د ملگرو ملتو د امنیت شورا ته وړاندي شي نو دوی به هم په ډیر چټکي سره د اټومي مواد د بډایه کولو پروسه پیل کړي . له بل لوري د امریکا د کانگرس یو سناتور جان مکین ویلی چه د ایران د لانجې د ټولو لارو چارو د ناکامیدو په پای کښي به د پوځي ځواک کارونه هم ناشوني نه وي . اروپایی ټولنه او د امریکې متحده ایالات په ایران تورونه لگوي چه دا هیواد د پردې شاته غواړي اټومي وسلې تر لاسه کړي خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر منوچهر متکي چه څه موده واړندي په یو یوورځني سفر پلازمینه کابل ته راغلی وو بینوا ته یې وویل چه امریکایان دروغ وایې چه د ایران د یورانیمو د غني کیدو موخه اټومي وسلي دي متکي وویل چه دوی غواړي د یورانیمو په بډایه کولو سره بریښنا تولید کړي ",د ایران اټومي لانجې دوسیه به د امنیت شورا ته وړاندي شي 1282,," جلالزی = کابل د ډوبي شوي مصري بیړۍ د سپرلیو د ژوندي پاتي کیدو هیلي ا وس د نهیلی په لور رواني دي  دا بیړۍ چه 1272 تنه پکښي سپاره وو تیره ورځ د عربي متحده اماراتو له ډوبۍښار نه د مصر په لور خوځیدلې وه چه د دوو ساعتو په تیریدو د هغو کسانو په وینا چه له ډوبي شوي بیړۍ نه ژوندي ژغورل شوي دي پکښي اور و لیدل شو خو په دې سر بیره هم ویل کیږي د بیړۍ تخنیکي کسانو بیړۍ ونه دروله چه وروسته بیاډوبه شوه . نن سهار هغو کسانو چه د خپلو ورکو شویو عزیزانو د برخلیک په اړه تازه معلوماتو ته شیبې شمیرلې وروسته له هغه له پولیسو سره لاس او گریوان شول چه د دوی په وینا پولیسو هغوی ته د تازه معلوماتو په ورکولو کښي ټگي کوله . ویل شوی چه منتظرو کسانو په پولیسو کاڼي او بوتلونه وورول او پولیسو هم د هغوی د خوریدو په منظور له اورښکي بهونکي گاز نه کار واخیست . اوس ویل کیږي چه د دې35 کلني ډوبي شوي بیړۍ نه 400 تنه ژوندي ژغورل شوي ، 200 مړي له اوبو رایستل شوي او پاتي نور کسان تر دې مهاله تري تم دي . په سمیه کښي سخت د لټون عملیات د مصریو او بهرنیو ځیني هیوادو لکه بریتانیا او متحده عربي اماراتو له خواه پیل شوي دي . بریتانیا یو د ژغورني کمپیوټري اوبتلي د پیښي سیمي ته لیږلي خو د ژغورني دامله په وینا اوس دا تمه نکیږي چه څوک دي ژوندي وژغورل شي . د پیښي د علت په اړه د مصرجمهور ریس د چټکو پلټنو امرکړی ",دبیړۍ د سپرلیو د ژوندي پاتي کیدو هیلي ختمي شوي 1283,," ميرويس جلالزی = کابلد ملگرو ملتو سرمنشي کوفي عنان د نړۍ د گڼو اسلامي او غیر اسلامي هیوادو د مشرانو تر څنگ د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه عالیه وسلم د کارتوني تصویرونو دخپریدو غندنه وکړه د اسلام د وروستي پیغمبر ( ص)  12 کارتوني تصویرونه چه د لومړي ځل لپاره یولن پوسټ نومي ډنمارکي ورځپاڼي خپاره کړل او بیا د اروپایي هیوادو د مطبوعاتو له خواه هم په پراخه کچه خپاره شول د نړۍ په گوډ گوډ کښي د مسلمانانو د احساساتو د راپاریدو عامل وگریزدل .د افغانستان په کندز کښي د لاریون په کولو سره دکندوز خلکو د دې عمل کلکه غندنه او د ورځپاڼي د مدیر مسول د قانون ته سپارني غوښتونکي شول .د ایران ولسمشر محمود احمدی نژاد د تجارت وزارت ته امر کړی چه له ډنمارک سره خپل ټول سوداگریز لاسلیکونه او قراردادونه فسخ کړي .د سوریه په پلازمینه دمشق کښي لاریون کونکو د اروپایي گڼو هیوادو د بیرغونو په سوځوني سربیره د ډنمارک او ناروې  د سفارتو ودانۍ په کانو وویشتي  ، سوځولي او په دې عمل یې خپل خپله غوصه څرگنده کړې.د فلسطین په غزه تړانگه کښي هم قهرجنو لاریون کونکو د ډنمارک د جمهور ریس گوډاگي ته اور ورته کړ او د ډنمارک ضد شعارونه یې ورکول .د لندن ، جرمني ، پاکستان ، هندوستان ، سریلانکا، مسلمانانو هم د ډنمارک د دې ورځپاڼي د دفتر د بندیدو او د مدیر مسول د محاکمه غوښتنه وکړي .د افغانستان د ستره محکمې د نشراتو د څانگی ریس ښاغلي کاموي هم د دې عمل غندنه وکړه او دا یې د اسلامي نړۍ ته یو ستر سپکاوی وباله . د ليبنان په بيروت کي هم قهرجنو  لاريون کونکو د ډنمارک سفارت ته اور ورته کړ او په نيويارک کښي هم د نن دمسلمانانو د يو ستر لاريون تياری نيول کيږي ",د نړۍ مسلم او غيري مسلم مشرانو د کارتون غندنه کړې 1284,," جلالزی = کابل د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د حماس دډلی له مشرانو سره خبري کوي  د ا ټکي نن د محمود عباس د دفتر ویاند خبریالانو ته څرگند کړ . نوموړي وویل چه د عباس د خبرو اترو اصلي موضوع به د وروستیو ټاکنو په پایلو را وڅرخي . د یادوني وړ ده چه د حماس سخت دریځي ډلي په وروستیو پارلماني ټاکنو کښي د محمود عباس د فتح گوند نه ډیري څوکۍ تر لاسه کړي خو امریکی او اروپایي ټولني گواښ کړی چه که د حماس ډله په اسرایلو خپل بریدونه ونه دروي نو خپلی مرستي به له فلسطین سره په ټپه ودروي . خو د حماس د ډلي ویاند بیا تیره اونۍ وویل چه نغواړي د فلسطین عام وگړي د امریکایانو او اروپایانو له خواه د حماس د سیاست قربانیان شي خو په دې سربیره به هم په اسرایلو له خپلو بریدو لاس پر سر نشي . ",محمود عباس به د حماس له مشرانو سره ناسته وکړي 1285,," د سرطان په ٢٦ مه د ١٣٥٢ لمريز کال په پاڅون کښي د مرحو م داود خان تر مشری لاندي لومړی جمهوريت په افغانستان کي تاسيس شو .ځينو دوستانو دهيواد د لومړي جمهوري نظام د اتل شهيد ارواښاد محمد داود خان په اړ ه او کړو وړو ليکني ، مقالې ، مضامين او کتابونه ليکلي دي او يا ئې ښايې وروسته و ليکي . اويو شمير بيا په جمهوريت او مرحوم داود خان پسي ډول ډول تهمتونه تړلي دي .زه غواړم چي دحقايقو په هنداره کښي د هغو ځينو سپيناوی وکړم .١ : ـ د ځينو په اندپه کودتاه کښي د ديمکراتيک ګوند اوورته ډلو لاس درلود . يا د وخت د شوروي اتحاد په طرفداری او لاسوهنه ترسره شوېده. د چنګاښ د ٢٦مي په کودتاه کي هيڅ ګوند په تيره بيا ديمکراتيک ګوند او د خلق او پرچم ډلو هيڅ رول نه درلوداوهيڅ مرسته يې نه ده کړې . او نه د شوروي لاس پکښې کي و بلکې دا يو سپين اوښتون يا يوه سپينه افغاني کودتاه وه . ممکن د کوم ګوند غړي به د شخصي شناخت پر بيناد ګډون کړی وي ، ولي د ګوند په نامه هيڅ چا اشتراک نه دی کړی . هغه څوک چي دعوه کوي چي کوم ګوند په کودتاه کښي ګډون کړی و يا وائي چي د شوروي په مرسته او لاس وهنه سره کودتاه انجام شوې ده .په ډيره درناوي سره دې مستند اواګهانه ثبوت وړاندي کړي نه د شخصي اغراضو ، غيبت ، ګجباحثيو ، چي خلک وائې ، يا چا ويل ، دوی ويل . څه چي شوي هغه شوي دي دا تاريخي پيښي دي او تاريخ د هيڅ چا مراعت نه کوي خو يو شی چي مهم دی هغه وجداني ، بې طرفه او بې پری ليکل دي ،چي دولس اوسني او راتلونکي نسلونه ورباندي قضاوت وکړي . ښه ته ښه او بد ته بد ووايي. البته په دې کار سره نوي استعدادونه هم راويښيږي . او په رښتني توګه د خپل هيواد خدمت ته ور دانګي . د چنګاښ د ٢٦ مي په پاڅون کښي يواځي او يواځي ځوان او مسلمان افسرانو او څو ملکي کسانو ګډون درلود . ګر چي د اصولو د مخي کودتاه صحيح کار نه و خو د مملکت ويجاړ حالت او د ديموکراسی په نامه دلسيزي ګډوډيو د پاره لنډه لاره يو پاڅون ته اړتيا وه . چي په نتجه کښي جمهوري نظام تاسيس شو . بيله کوم چور او چپاول سپينه کودتاه په نوي تاکتيک سره انجام شوله او افغان ولس د هغه ډير ښه استقبال وکړ په تيره د کابل په ښار کښي چي دا هيله د پخوا څخه په زړونو کښي موجوده وه .او د خلګو د ښه استقبال په خاطر چي جمهوري نظام ته ئې ښه هر کلی کړی و نو پاچا محمد ظاهر شاه د شاهي مقام څخه خپله استعفا په تحريري توګه مرحوم دواد خان ته وليږل . که د مرحوم داود خان ملي شخصيت نه وای ، ممکن په هيواد کښي ډيره مرګ ژوبله ( کوشت خون ) شوی وای خودا د مرحوم داود خان ملي شخصيت وو چي خلګو ورباندي اعتماد او باور درلودۍ چي هغه په خپل وخت کښي تر خپله وسه خپل ولس او وطن ته خدمت کړی و او د جمهوري نظام په راتلو سره شايد په راتلونکي کښي ئې ډير څه خپل وطن ته کړي وای . خو افسوس چي د جمهوريت پر ضد ډول ډول دسيسې او تبليغات د ( ښې اړخو او کيڼ اړخو په نامه ) شروع شول . چي ښې اړخو به پر مرحوم داود خان او د هغه پر ملګرو باندي ډول ډول ټاپې او ايتهامات لګوله اوپر جمهوري نظام ئې عملي حملې وکړې او هم ئې د جمهوريت خواهانو څخه ځيني کسان ترور او ووژله . خو د يمکراتک ګوند غړو بيا ويل چي دا زموږ د مرام سره حکومت نه دی . د جمهوريت پر ضد ئې فعاليتونه شروع کړل . حتی د ديمکراتيک ګوند چي د خلق او پرچم پر دوو برخو ويشل شوي و . د خلق مشري نورمحمد ترکي او د پرچم ډلي مشري ببرک کارمل کوله . د جمهوري نظام د له منځه وړلو لپاره سره يو ځای شول .د جمهوري نظام ضد کسانو اوبه خړولې اوماهيان ئې نيول . خو د حقيقت څخه ئې سترګي پټولې اوريدلي وه چي علي اباد يو ښار دی . . . او په کوردننه او بهر کښي . اګهانه او ناګهانه تبلغات پيل شوه چي داود خان پرچمی او کودتاه ئې د شوروي په طرفداري کړې ده او دا کودتاه د افغانانو نه بلکې د شوروي په لاسوهني سره تر سره شوې ده . او په دې تر تيب د جمهوري نظام پر ضد کورني او بهرني لاسونو کار کاوه . ٢ : ـ ځيني کسان بيا د جمهوريت غوښتونکو پر مرام باندي يو ډول او بل ډول تبصرې کوي . خود جمهوريت خواهانو افسرانو هيله او مقصد او د دوی فداکاري او قرباني د دې لپاره وه چي د پيړيو پيړيو شاهي نوم او نظام په جمهوري نظام تبديل کړ ي ، او د جمهوريت ګوله د خپل ملت په خوله او واک کښي ورکړي . چي په راتلونکي کښي د خلګو په خوښه حکومتونه راشي او د هيواد ناخوالي او بدمرغيو ته د پای ټکي کښيږدي . خپل وطن وادن ، لوږه او فقر لري کړي . او افغان ملت په ارامي ، هوسايي او امنيت کښي ژوند وکړي دا چي افغان ملت د جمهوريت ګوله هضم نه کړه ... په نتجه کښي جمهوري نظام ختم او د ثور د اوومي ورځي کودتاه وشوله او واک د ديمکراتيک ګوند لاس ته ورغلۍ ،د ثور کودتاه د افغانانو د بدمرغيو اود تورو ورځو پيلامه شول ، ملي او اسلامي مقدسات ئې په خطر کي ولويدل، د هغې ورځي څخه بيا تر ننه د افغان ملت ويني تويږي او بهيږي ، په ميلينونو شهيدان او په لکهاو معيوبين ئې ورکړل ، وطن ئې په کنډواله بدل شو ، افغانان ئې مهاجرتونو ته اړ کړل او د نړۍ په هر ګوټ کښي تيت او پاشان ، در په دره ، سرګردانه او دهر خپل او بيګانه دروازو ته ودريدل او د نااميدی چپلاخي ئې پر مخ وخوړلې او خوري ئې . دا ځکه چي پسله جمهوري نظام څخه هر څه واکداران چي راغلي دي ولس او ملت باور او اعتماد نه دې پر کړی او د شک په سترګه ئې ورته کتلي او ورته ګوري چي دا د جمهوريت د ګولې د نه هضم . .. . ٣ : ـ ځيني بيا د جمهوري نظام د واکدارانوپه اړه او د جمهوريت پر سقوط بيلابيل نظرونه لري .په ډيرافسوس بايد ووايم چي په کودتاه کي خويش خوري ، ځينو خلکو ته پر ناحقه ترفيع ورکول او د جمهوريت ځينو محدودو غړو د خپل سري او خودخواهي په وجه د لوړي چوکيو لکه د مرکزي کميټه ، حکومتي چوکۍ ، اختصاصي محمکه ،ديوه ګوند ( ملي غورځنک) دجوړولود مشرتوب اشغالول اوهم په يوه او بل نامه خپل د پاڅون ملګري د ځانه ليري کول. . و مطبوعاتو ته ازادي نه ورکول او څؤ محدودو کسانو دواد خان په محاصره کي نيول او هر څه د دغو محدودو نفرو په خپل ځان تمامول جمهوريت ته سخته ضربه او تاوان پيښ کړ او د ولس اعتماد ئې د لاسه ورکړ هغه کسان چي ځان ته ئې څه ويل او د ريښتيا پر ميدان ئې هيڅ ونه کړل . په سپينه ورځ ئې جمهوري نظام ونه ساته . او واک ئې ديمکراتک ګوند ته په لاس ورکړ دغه کسان هم د وطن په بربادی او تخريب کښي مسول او مجرم دي . يو شې د انسان د بدو عادتو څخه دادی چي د ناتوانی په وخت کښي يو ډول احساس او د قدرت په وخت کي بل ډول احساس پيدا کوي همدا سبب دی چي انسان پيژندل اسانه کار نه دی . بلکې د انسان تر عمر اضافه وخت ته اړتيا لري . د جمهوري نظام په پاڅون کښي څلور ډوله خلک وه : الف : يوه ډله د مرحوم داود خان سره ئې په يو او بل ډول شناخت او پيژندګلوي درلودل . ب : دوهمه ډله بيا ډير کسان د ښه احساس او د هيواد ناخوالو او ويجاړ حالت ته نيګرانه او پريشانه وه . ج : دريمه ډله بيا هغه محدودکسان وه چي يا بدنامه اويا ئې په اردو کښي دوسيي درلودې او په کلونو کلونو له ترفيع څخه پاته وه چي هري تيږي او ډبري ته ئې سر نيوی او خپل دغه حالت ته بدلون ورکاوه . د : څلرمه ډله بيا هغه محدود کسان وه چي په کودتاه کښي داخل وه . ولي په عيني زمان کښې يې دولت ته جاسوسي کوله . يو او دوه واري پاڅون څه ناڅه افشاء او خبري داسي کيدلې چي د پاڅون دخلګو ليست حکومت پيدا کړی دی امکان لري اعلان ئې کړي او دغه کسان ټوله اعدام شي . په دې کار سره ځيني کسان منحرف شوله حتی مرحوم داود خان ته ځيني ورغلل . چي دا کار مشکل او زموږ ژوند ته لوی خطر دی که چيري پاڅون ناکامه شي شايد پاچا تاسو ته څۀ ونه وايي خو موږ د ژونددخطره سره مخامخ کيږو . ګر چي مرحوم داودخان ورته وويل چي (( سياست ورور نه لري خو بيا هم پر دې خبروبه ډبره ( تيږه ) کښيږدو . نورو به په دې خبرو سر نه ګرځوو . )) که څه هم د پاڅون د برياليتوب وروسته بيا همدغه منحرف او زړه او نازړه کسان چي د خطر ناری ئې وهلې تر هر چا د زياتو امتيازاتو غوښتونکي وه د پاچا زوم سردار عبدالولي چي د مرکزي قول اوردو قومندان وو .دغه د افشا کولو موضوع ئې هغه وخت د پاچا غوږو ته ورسوله چي ظاهرشاه د سترګي د اعلاج لپاره ايټاليا ته تللی و . او ورته ويلي ئې وه (( چي زه د داود خان او د هغه د ملګرو پر ضد اقدام کوم )) خو د ظاهر شاه لخوا اجازه ورنه کړل شول . او ورته ئې وويل چي زما تر راتګه صبر وکړی . ٤: ـ ځيني دوستان وايي چي د ثور په کودتاه کښي چي د ديمکراتيک ګوند تر مشری لاندي وشوله محوري رول او نقش هغه د مرحوم داود خان ملګرودرلودی . خو دا خبره صحيح ده دا کسان مخکي په ديمکراتک ګوند کښي نه وه نادراٌ يو څوک به وه . دا کسان پسله جمهوريت څخه نورو ګوندو او په تيره بيا خلق او پرچم ډلو ته ورغلل . خو دخلق او پرچم ډلو ته ورتګ د دوی خپل کار و چي د هغو سره ئې محوري نقش ولوبوی . خو پر هر ډول اتڼ کول صحيح نه دی .د انسان په ژوند کښي د هغه کرکټر انساني معيار او بنسټ جوړوي ځکه د اشخاصو شخصيت او دوروندوالی په خپله ټولنه او جامعه کښي معلوم وي او ولس ورباندي باور او اعتماد کوي چي د دې سړي هو ،هو او يا، يا ده . بايد خپل ماحول او ملت ته دوروغ و نه وائې اوغلطي وعدې ورنه کړي دا لويه ګناه ده . فکر کوم چي دداسي خلکو يو قدم وړاندي تلل نه بلکې په حقيقت کښي دوه درې قدمه شاته تلل دي . تل داسي کسانو ته خپل ماحول او ملت د شک په سترګه ګوري او د هغو اعتماد د لاسه ورکوي . ٥ :ـ ځيني کسان د مرحوم داود خان په اړه يو څه او بل څه وائې . خو داودخان يو سپيڅلی مسلمان او د هر ډول اخلاقي فسادڅخه پاک انسان وو . او د خپل ولس او هيواد سره ئې خاصه مينه او خواخوږي درلودل . الف : ـ مرحوم داود خان به ويل : (( چي بيګانه ايډيالوژی او کومک د پاڅون لپاره پر موږ قيد او شرط ايږدي او هم دا کار مملکت ته ډير تاوان پيښوي . او بل افغاني غرور هم اجازه نه راکوي چي د بل په مټو باندي پاڅؤن وکړو نو بايد په افغاني کرکټر سره په هيواد کښي بدلون او تحول راشي . او زه چي خپل ولس او خلک پيژنم هغه بيګانه ايډيالوژي هيڅ کله نه منلې او نه ئې مني)) . ب : ـ شايد ډير دوستان او وطنوال په خبر او يا ئې اوريدلي وي ، چي داود خان په يوسفر کښي چي د شوروي پلازمېني مسکوته ئې درلودی . د کرملين په ماڼۍ کښي چي د شوروي د جمهوري رياست دفتر دی ، د هغه وخت دجمهور ريس بريژنيف او نورو د شوروي واکدارانو سره په ملاقات کښي د دواد خان ملي او افغاني غرور هغه وخت ښه معلوم شو چي بريژنف د خبرو په ترڅ کښي و داود خان ته وويل : چي بهرني متخصصين د افغانستان په شمال کښي بايد نه وي دا موږ ته تاوان رسوي . . مرحوم داود خان په تونده لفظي لهجه و بريژنف ته جواب ورکړ (( چي د همسايه ګۍ او دوستۍ خط عليحده دۍ . افغانان به خپل غربت قبول کړي خو د بل چا لاسپوڅي نه مني . او نه ئې منلې ده . افغانستان يو خپلواک او ازاد هيواد دی او د خپلو ملي ګټو لپاره ازاد قضاوت او عمل کوي .... نور ملاقات ختم دی د خدای پامان ))) ځني را ولاړ شو . ج : ـ بل دمرحوم داود خان ملي غرور او همت هغه وخت ښه معلوم شو چي د جمهوري نظام په نيولو کښي چي د ديمکراتيک ګوند کسانو د هغه دفتر ته ننوتل . او يو صاحب منصب د امام الدين په نامه پر مرحوم داود خان ږغ وکړ (( د انقلابي شورا په امر بايد تاسي تسليم شي)) . خو مرحوم داود خان ورته وويل چي زما په قاموس کي تسلميدل نشته . او داود خان په خپله لاسي توفنګچه پر امام الدين باندي ډزي وکړې امام الدين پرلاس ولګيدی اووروسته ئې خپلو ملګروته پر شهيد داود خان د اور امر ورکړ . چي په نتجه کي داود خان ، ورسره ملګري او د کورنۍ لوې او واړه غړي ئې شهيدان او غلبيل غلبيل کړل مرحوم داود خان ځان ، اولاد ، مال او دولت تر جمهوري نظام قربان کړه خو تسليم نه شو . د هغه مرحوم د کورنۍ هيڅ څوک پاته نه شوه فکر کوم چي يوه لور ، يو يا دوه لمسيان ئې پاته وي . صحيح معلومات نه لرمه . ٦: ځيني دوستان او وطن وال وايي چي داود خان او دهغه ځينو ملګرو د ديمکراتيک ګوند سره اړيکي درلودلې . او دا کار جمهوريت ته تاوان ورساوه . امکان لري چي داود خان او د هغه ځينو ملګرو د ديمکراتيک ګوند سره اړيکي درلودې ځکه چي داود خان او د هغه ځينوملګرو ديمکراتيک ګوند د يو قوت په حيث پيژندی . او بايد د هغو څخه ئې معلومات درلودلای چي دوی د افغانستان لپاره څه خيال او پرکومه خوا روان دي . په داسي حال کښي چي يو پر بل بې باوره هم وه ديمکراتيک ګوند بيا د مرحوم داود خان د ملي شخصيت څخه استفاده کوله خو دا بياد سياست کار دی چي بعضي وخت د چل او چلبازي رول لوبوي .دديمکراتيک ګوندد اړيکو نمونې په جمهوري نظام کي هم ښکاره شوی د مثال په توګه جيلاني باختري د کرهڼي د وزير په ټوګه او فيض محمد د کورنيو چارو د وزير په توګه ( چي ځيني ولسوالان او ځيني خپل اشخاص ئې دکورنيو چارو په وزارت تعين کړل ) او هم په اختصاصي محکمه کښي د اصف عالم او نبي اعظمي راتګ په هيواد کي يو لړ ګونګوسې او اوازې خپرې کړې چي ځيني چوکۍ دا دي د پرچميانو په لاس ورغلې . خو مرحوم داود خان ډير ژر د دې کار مخنوی وکړ . باختري ئې د حکومت څخه ليري او فيض محمد ئې د کورنيو چارو د وزارت څخه د سرحداتو وزارت ته ورکړ .٧: ځيني خلګ بيا وايي چي د شوري اتحاد سره د افغانستان دوستي افغانستان ته تاوان پيښ کړ . د شوروي سره دوستي د مجبوريت په اساس وه او شوروي هم د همسايګۍ نارې او سورې شروع کړي وې . او بل د نړۍ ځينو هيوادو افغانستان ته شا کړه په تيره بيا امريکا په مغرورويت سره ويله چي د افغانانو سره کُمک د وخت ضايع کيدل دی . په هغه وختو کښي حالات د پاکستان سره هم ډير ترنګلي وه حتی مرحو م داود خان په ١٣٣٤ لمريز کال کي د سفر بری اعلان ورکړ او څو دورې احتاطي عسکر ئې راوغوښتله . او هيوادهم چندان د خپل دفاع لپاره سلاح نه درلودل نو د وخت تقاضا او د سياست د ايجابولو دپاره د شوروي سره تقريباً په حدود د سل ميليونه ډالرو په ارزښت دسلاح او وسايطو قرارداد امضاء شو او د شوروي سلاح او وسايط افغانستان ته راغلل چي افغانستان خپل دفاعي حالت په تقويه کړ . او بل دپاچا او داود خان دا نظر درلود چي شوروي شايد په همسايګي کښي بد نيت ونه لري . داچي افغانانو وروسته په ميلينونو شهيدان او معيوبه ورکړل نو هغه وخت چي داود خان د شوروي د مشر برژنيف سره قهرجن لفظي تصادوم وکړ .. ممکن افغان ملت په هغه وخت کښي شوروي ته اخطار او خبر ورکړې وای . چي په زړه کښي بد نيت در تير نه کړې غليمه .ګر چي دا موضوع د ځينو غرضي اشخاصوله خواد عامه ولس لپاره په راډيو ګانو کښي اعلان نه شوه٨ : ځيني کسان بيا وايي چي د افغانستان د ټولو بد مرغيو عامل د داودخان کودتاه وه . په نړۍ کي هيڅ هيواد او ټولنه نشته چي بيله کوم بدلون او تحول څخه پرمخ تللي وي لومړی يو تحول په يو مملکت کي راغلی دي بيائې د ولسونو د ارامتيا لپاره قدمونه پورته کړي دي . او يوشی چي د ژوندانه لپاره ارزښت لري هغه يواځي اويواځي د خدای د مخلوق او په تيره بيا د خپل ولس او وطن خدمت کول دي . نو په دې اساس مرحوم داودخان او د ه دملګرو د جمهوريت په راتګ سره غوښتل چي خپل ولس او وطن د سوکالی ، او پرمختګ پر لور بوځي .٩ : ـ ځيني کسان وايي چي د هيواد په اوسني سياست کي جمهوريت غوښتونکي خاموشه او لادرکه دي . الف : ـ دجمهوريت غوښتونکو ډير کسان د خلق او پرچم ډلو ته ورغلل .او دغه کسان چي پر هر ډول ئې اتڼ کاوه نن ورځ تر ټولو مجرم کسان بلل کيږي د مثال په توګه اسدالله سروري په لومړي نوبت کښي محکمې ته وړاندي کيږي او نورئې د محکمې لاري څاري ب : ـ جمهوريت غوښتونکي په تيره بيا په پاڅون کي ښکيل خلک د ديموکراتيک ګوند د ډلو لخوا د داودخان په شمول اعدام ، مړه او شهيدان شول . ج : ـ فکر کوم په پاڅون کي ښکيل ډير کم محدود کسان پاته دي . چي هغه بيا په هيوادکي ورځني پېښي او سياست په غور څاري خو د جمهوري پاڅون په وړاندي د ولس او مطبوعاتو ګونګي ژبي اختيارول هغوی له يوې پوښتني سره مخامخ کړي چي ايا د دوی پاڅون هيواد ته ګټه که تاوان رسولی ځکه چي د هيواد ويجاړ حالت له شاهي راپيليږي ، پر جمهوري نظام پښه ايږدي ، او د ثور تر کودتاه ، مجاهدينو ، طالبانو او اوسني حکومته رارسيږي . خو دغه کسان لکه څنګه چي ئې په پاڅون کښي په ټوله وطني مينه او ايثار ونډه درلوده همداسي په هر وخت او زمان کښي د هيواد خدمت او پرمختګ ته حاضر دينن ورځ د افغان ولس زړه سواندي او خواخوږي بچيان نارينه او ښځي خپل ګران هيواد ته انديښمن دي چي پر وطن ئې څه راغلل او څه ورباندي تير شوله . او د هيواد راتلونکی سرنوشت به ئې څنګه کيږي ، خپل هيواد ته ډير نيګرانه او پريشانه دي . د افغان ولس خواخوږي دا هيله لري ، انتظار او سترګي په لاره دي چي يو ورځ نه يو ورځ به راشي چي په هيواد کښي به ئې داسي بچيان پيدا شي چي د ګران هيواد ټولو مشکلاتو ته د پای ټکی کښيږدي خپل وطن اباد، سمسور او دخپل ولس د درديدلو زړونوپر زخمونو باندي ملحم ، دواء او درمل کښيږدي . نور نو د افغانانو په زهيرو زړونو باندي ملنډي او پر زخمونو ئې مالګي اچول دزغملو نه دي . خو دا کارونه هم اسانه نه دی . دا کارونه صداقت ، پاکوالی ، زحمت ، فداکاري ، قرباني ، علميت او جسارت ته ډيره اړتيا لري . بله مهمه خبره داده څومره چي افغان ولس کړيدلی او زهير شوی دی او زحمتونه ئې ګاللي او ګالي ئې ، خو سره د دومره کړاو او مشکلاتو او س افغانان ښه ترا پوه شوي او ښه شعور ئې پيدا کړی دی ، افغانان په کور دننه او بهر د نړۍ په هر ګوټ کي اوس خپل هيواد ته په زره بين کښي ګوري او نظارت ئې کوي . د هيواد په هر ګوټ او هر ځای کښي چي مرض يا مکروب پيدا او وويني د هغه د دوا او درمل په لټه کښي کيږي . څوک چي خدمتګاره د وطن وي په سر او په ليمو ئې قدمونه قبلومه يادونه : . . ... .ته ، ملت ته ،د وخت او د اوس واکدارنو ته : ايا ارواښاد محمد داود خان دومره ګناه کاره و چي نسل ئې پاته نه شي؟ اويا ددومره ګناه کاره وو چي په خپله خاوره کښي ئې د قبرلپاره د دوو متره مځکي حق نه درلودۍ ؟ ايا پر ملت دومره مرحوم داود خان حق نه لري چي پوښتنه ئې وکړي چي د مرحوم داود خان مړی او هډوکي چيردي؟ او پيدا ئې کړي تر څويو ساده قبر ورباندي جوړ کړي او لږ تر لږه افغانانوته معلومه وي چي مرحوم شهيد داود خان په پلاني ځای کښي ښخ او پروت دی . او يا د نژدو څخه خلګ ورشي چي دا د . . . داود خان قبر دی . او د يو افغان مسلمان په صفت ورته د دوعا لاسونه پورته کړي او د خپل متعال خدای څخه د هغه د مغفرت او بخښني دوعا وکړي چي خدای دي وبخښي . دپورته ليکني په اړه خپلي تبصری دلته پرېږدی په ټوله افغاني درنښتځو به د استقامت او د مقاومتونو د ماتولو پر لورستاسي يو درديدلی افغان ", جمهوري نظام او ارواښادشهيد محمد داود خان 1286,حقمل," ٢٥ کلن اسمعيل چې ځان د ايران دشيراز اسيدونکۍ گڼي نن د مزارشريف په ښار کې د يونما دفتر ته مخامخ په ځان پطرول واچول او خپل ځان ته يې اور واچوو .ډاکترانو د نوموړي روغتيا د انديښنې وړه وبلله او وايي چې ٩٥ فيصده سوى دى.د عيني شاهدانو د خولې دغه سړي څلور ورځې په پرله پسې توګه ديونما دفتر مخې ته راتلو او ويل چې د خوړلو له پاره څه نه لري .په روغتون که دغه کس ويل :( ايران به رسميت نه ميشناسد ، ايران مملکت طالبى و زورګى است ) . ويل کيږي دغه سړي د اعتراض په توګه ځان ته اور اچولى دى. افغان پوليسو په دې هکله څه نه دي ويلي او دا هم نه ده معلومه چې له کوم لوري او په څه ډول اسنادو يې ځان افغانستان ته رسولى دى ؟ ",يو ايراني وګړي په مزارشريف کې ځان ته اور واچوو. 1287,حقمل," له هغو قهرجنو مظاهرو وروسته چې پرون د لبنان په پلازمينه بيروت کې وشوې او په ترځ کې يې د ډنمارک سفارت ويجاړ او وسوځول شو د دغه هېواد دکورنيو چارو وزير حسن السبع له خپلې دندې استعفى وکړه . پرن په زرګونو قهرجنو لبنانيانو د پوليسو امنيتي کړۍ او ليکې ماتې کړې او د ډنمارک په سفارت وروختل . په دغه مظاهرو کې ٢٢ تنه مظاره چيان ، ١٩ تنه امنيتي چارواکي ټپيان او يوتن وژل شو دى ٢٧٤ تنه دپوليسو له خوا نيول شوي دي. ٤٠٠ پلورنځي او ٥٠ موټرې له مينځه تللي دي. . دغه لاريون د هغه کارتون پرضد وشو چې په کې ډنمارکي ورځپاڼې د حضرت محمد پيغمبر (ص) سپکاوۍ کړىوو.دې ته ورته لاريونونو لړۍ روانه ده . ",د لبنان د کورنيو چارو وزير له خپلې دندې ګوښه شو. 1288,حقمل," د وينزويلاولسمشر هوګو چاوز دشنبې په ورځ د خپلو خبرو په ترځ کې د امريکا ولسمشر جورج بوش له ادولف هيتلر سره پرتله کړى ، زياتوي چې نيت لري د امريکا د يو يرغل د په شاتمبولو په موخه ديو ميليون وګړو دوسله وال کولوله پاره زياته وسله وپيري . د فرانسې د نړيوالې راديو د رپوټ له مخې هوګو وايي : موږ لا هم ډيرو ټوپکو ته اړتيا لرو .١٠٠ زره رانيول شوي روسي ټوپک بس نه دي. وينزويلا يو ميليون نارينه او ښځو ته چې په وسلو ښه سمبال وي ، اړتيا لري. هوګو وويل :د امريکا د ولسمشر امپرياليستي رفتار، فاشيستي خوى او ډليزه وژنه حد او پوله نه لري. فکر کوم هيتلر د بوش په پرتله يو شيدې خوړونکۍ ماشوم وو. ",چاوز : بوش د هيتلر په څير دى . 1289,," د پاکستان د کوالپور په سيمه کې د يوموټر بم په چاودنه کې ١٣ تنه سپرلۍ مړې او ٢٠ تنه ټپيان شول . دغه مسافر وړونکى موټر د کويټې څخه د لاهور په لور څه ناڅه ٥٠ تنه مسافرين ليږدول چې د کوالپور په سيمه کې په بمي چاودنه کې والوت . د پاکستان د کورنيو چارو وزير ويلي په دې اړوند يې پلټنې پيل کړي دي. ",په پاکستان کې ديوموټر ٢٣سپرلۍ مړې اوژوبلې شوې 1290,حقمل," د عفو نړيوال سازمان تيره شپه په يوخپور شوي رپوټ کې له امريکا څخه د ګوانتانامو د زندان د تړلو او د هغوى د تابعيت او مليت ديو دقيق لست دجوړولو غوښتنه کړې . په دغه جيل کې ددغه سازمان د اټکل له مخې د٣٥ هېوادونو ٥٠٠ تنه ساتل کيږي . ډير شمير بنديانو دځان وژنې هڅه کړې او په لسګونو تنو يې د ډوډى د نه خوړلو په اعتصاب لاس پورې کړى دى. امريکا وايي ګوانتانامو دامريکا د ژغورنې ځا ىد ى او له بنديانو سره بد چلند نه کيږي. ",د عفوسازمان د ګوانتاناموز ندان دتړلو غوښتنه کړې 1291,حقمل," يوازې د چين د نوي کال د رخصتيو په ورځو کې ٧٨ ميليون او ٣٢٠ زرو سيلانيانوله دغه هېواد څخه ليدنه کړې ده ،. د چين د ګرځندوى ملي ادارې د ( چين ځوانانو ) ورځپاڼې ته ويلي د دغو سيلانيانود ليدنې او کتنې له امله ګټه ٤ ميليارد او ٦٠٠ ميليون ډالرو ته رسيدلى او دتير کال په پرتله دغه ګټه ٦ اعشاريه ١٧ فيصده جګه شوى ده. ",٧٨ ميليون سيلانيانوله چين څخه ليدنه وکړه . 1292,حقمل," د ماليې وزير ډاکتر احدې يوې خبري ناستې ته نن وويل چې دلندن د ناستۍ د نړيوالې نيمايې مرستې برخه به د حکومت له لارې د هېواد په بيارغاونه کې ولګول شي .احدې په ګوته کړه چې ٤٣فيصده په بنسټيزو پروژو لکه د بريښنا ، سړک جوړولو او ١٤ فيصده به د پوهنې او يوشميرنورو برخو کې ولګول شي .ده وويل امريکا د يو کال له پاره ٤ ميليارد ډالر مرسته کړې ده او ښايي نړيواله ټولنه په راتلونکو پنځو کلونو کې نوره مرسته هم له افغانستان سره وکړي.د لندن په ناسته کې دلس نيم ميليارد ډالر مرسته له افغانستان سره ژمنه شوې چې ٥٠ فيصده به يې د دولت په واک کې ورکول کيږي .په تيرو څلورو کلنو کې ١٦ ميليارد ډالر مرسته شوې چې د احدي په وينا ١٢ ميليارد لګول شوې او ٤ ميليارد نوره هم د لګيدو په حال کې ده. ",د لندن نيمايي مرسته به په بيارغاونه ولګول شي. 1293,,"   دکابل په وزیر اکبرخان سیمه کې دکابل ښار په لسگونو تنو داسلام دلارښود پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دهغو کارتونو دخپراوي دغندلو پرموخه لاریون وکړ چې په ډنمارک کې یوې ورځپاڼې خپاره کړي وه. ولسمشر کرزي، دبهرنیو چارو وزیر عبدالله او پارلمان دغه کار لا له پخوا سخت غندلی وه. خوست، لغمان، بدخشان او نورو ولایتونو کې هم لاریونونه شوي.  ",کابل کې دډنمارکۍ ورځپاڼې دغندلو پرموخه لاریون وشو. 1294,حقمل," اسرائيلي ورځپاڼې معاريو په نننۍ گڼه کې په لندن کې د اسرائيلو او افغان چارواکود پټې کتنې خبر ورکړى او وايي د اسرائيلو د بهرنيو چارو د وزير دوو تنو نيږدې همکارانو ( رون پروسور او ياکي دايان ) د اونۍ په پيل کې په لندن کې له افغان سيالانو سره پټې خبرې کړي دي.د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزارت وياند مارک رګو ددغو خبرو په هکله ويلي : په داسې شرايطو کې نه دى چې وکړاى شي د دغو خبرو پخلۍ وکړي. دى وايي اسرائيل هڅه کوي خپلې اړيکې له عربي نړۍ او مسلمانانو سره ښې کړي ، ځکه دليل نه ليدل کيږي چې دوستانه اړيکې دې له عربو او مسلمانانو سره ونه لري . رون پروسور د اسرائيلود بهرنيو چارو وزرات عمومي مدير او ياکي دايان د دغه وزارت دوزير د دفتر رئيس دى. ",په لندن کې د اسرائيلي او افغان چارواکو پټه کتنه . 1295,," له هغو قهرجنومظاهرو وروسته چې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دډنمارکې ورځپاڼې پر ضد ترسره شوې د ډنمارک د بهرنيو چارووزارت له خپلو وګړو څخه غوښتې چې د نړۍ ١٤ هېوادونو ( افغانستان،الجزاير،بحرين ،مصر، ايران ،ليبيا، اردن ، مغرب ، عمان ، پاکستان ،قطر، سودان ، تونس او متحده عربي اماراتو ) ته دې سفر نه کوي او که په دغو هېوادونو کې دي بايد احتياط وکړي. همداشان وزارت په يو شمير هېوادونو کې د اعتراضونو پراخيدو ته هم ګوته نيولې ده . ",د ډنمارک وګړي دې د نړۍ ١٤ هېوادونو ته سفر نه کوي. 1296,," د عراق تلويزيون په دې چې د دغه هېواد پوليس توانيدلى د القاعدۀ ترهګري شبکې يو جګ پوړى غړى ونيسي ، خبر ورکړى ، احتمال لري چې د دغه ډلې مشر ابومصعب الزرقاوى ايران ته تښتيدلى وي .د ايران يو جګ پوړي امنيتي چارواکي پرون ويلي : دبغداد دولت اطلاعات ترلاسه کړي چې زرقاوى دعراقي او امريکايي ځواکونو د فشارونو له ډيريدو څخه وروسته ممکن ايران ته تښۍ وي. د العراقيه تلويزيون د هغه شکمن کس نوم چې نيول شوى محمد رابعي مشهور په ابوزهر ښودلى چې دنيونې جزياتو ته يې ګوته نه ده نيولې . ", ايران ته دالزرقاوي دفراردامکان خبرخپور شوى . 1297,حقمل," د بلخ پوليسونن له غرمې مخکې د مزارشريف په ښار کې د يو ځانمرګي بريد مخه نيولې او له دريو شکمنو کسانو څخه يې يو شکمن کس په دې تور نيولىدى . پوليس وايي ٣ تنو هڅه کوله چې پرته له تلاشۍ چې په يو کروزينګ موټر کې سپاره وو، دولايت ودانۍ ته ننوزي چې پرې شک وشو او مخه يې ونيول شوه . دوه کسه په تيښته بريالي شوي او يو تن چې ويل کيږي د چاوديدونکو توکو کمربند يې له ځان سره درلود نيول شوى دى. پوليسو ددوو تنو د نيول کيدوهڅې او پلټنې پيل کړي دي . د پوليسو يو چارواکي بينوا ته ويل چې نيول شوى کس بهرنى بريښي او ممکن د ماليزيا اوسيدونکۍ وي.د بلخ والى عطامحمد نور خبري غونډې ته وويل چې نوموړى کس د مالى اوسيدونکى دى او د پاکستان له لارې افغانستان ته داخل شوى دى. نوموړى قصد درلود ما له مينځه يوسي او له دې نه وړاندې يې څو ځلې ما سره دکتنې غوښتنه درلوده ،چې ټاکل شوې وه نن په لسو بجو زما سره وګوري او مخکې له کتنې د تلاشى پر مهال له ده څخه چاوديدونکي توکي ترلاسه شول . نور وويل نيول شوى کس ممکن د القاعده ترهګري شبکې سره اړيکي ولري . له دغه تورپوستې څخه د ايساف کارت او داطلاعاتو فرهنګ وزارت يو شمير اسناد ترلاسه شوي او ويل کيږي دغه کس د مزارشريف په ښار کې د زده کړې کورسونه درلودل .همداشان د دغه ولايت امنيتي چارواکو دچاربولک په ولسوالى کې د يو بنګلديشي ترهګر د نيولو خبر هم ورکړى دى. ",په مزار شريف کې د يو ځانمرګي بريد مخه نيول شوې 1298,ننداره,"    پېښورنه دنندارې راپور : پېښورکې دافغانستان  دټول اولس دښځو په استازيتوب يوه لس کسيزه پلاوي چې په دې پلاوې کې مېرمن زرمينه  فراهي ، مېرمن کريمه سعيدي ، اومېرمن ظاهره خټک هم شاملې وې  دنېشنل پارټۍ مشر خان عبدالولى خان  دفاتحې لپاره ولى باغ ته لاړې او دمېرمن نسيم ولى  اودنېشنل پارټۍ اوسني مشر اسفنديار ولى خان  سره يې وليدل _  ددې ليدنې په ترڅ کې مېرمن زرمينې  فراهي  دافغانستان دښځو په نماينده ګۍ  دخان عبدالولى خان دمړينې په اړوند دزړه له کومې تاثرات  مېرمن نسيم ولى اودهغې کورنۍ ته وړاندې کړل   مېرمن زرمينې فراهي بينواته وويل  (  دافغانستان دټولنې ښځې  دخان عبدالولى خان په مړينه خواشينې يو اودهغه مرګ نه يوازې دلرې پښتونخوالپاره يوه لويه ضايعه ده بلکې دبرې پښتونخوا لپاره هم لويه ضايعه شمېرل کيږي  ) نوموړې وړاندې زياته کړه چې هيله منده يم  دستر مشر خان عبدالولي خان ځاى دهغه وارث اسفنديار ولى خان ډک کړي  اوهمداراز مېرمن نسيم ولى چې دخپل خاوند په ژوندونې ورسره اوږه په اوږه دسياست ميدان کې ولاړه وه اوس دې له خپل زوى اسفنديارولى خان سره  په دې ميدان کې اوږه ورکړي  _ ",افغان مېرمنو دولي خان په مزار د ګلونو څادرونه خپاره کړل 1299, بلال احدیار اسلامیه کالج پېښور," غزل بس دې نازونو , اداګانو ته به ټینګ نه شمه سحر ما ښام تش ژړاګانو ته به ټینګ نه شمه   دوفا لاس که راکوې درسره خوښه مې ده په زړه نرې یم جفاګانو  ته به ټینګ نه شمه   زړه مې حرم دی طوافونه ترې غمونه کوي شیخه راځه چې دعاګانو  ته به ټینګ نه شمه   یاره غمونه مې هم واخله دزړه غل مې ته یې یواځې کس یمه غلاګانو  ته به ټینګ نه شمه   ماته دنیا کښې ملا حوری غلمان مه یادوه حسن پرست یم ښکلا ګانو ته به ټینګ نه شمه   ده  ازل ویش کښې احدیار ته خندا نه وه نصیب وخته  ځه درومه خنداګانو  ته به ټینګ نه شمه     ",غزل 1300,حقمل," د ائيتلافى ځواکونو په يوه خپره شوې پاڼه کې د لغمان د مهترلام په ښار کې د مخالفينوپه ډزو کې د يو امريکايي عسکر د وژلو خبر ورکړي دى. له بل لوري ددولت مخالفانو خبري رسنيو ته د لغمان داليشنګ په ولسوالى کې د ٤ تنو امريکايي عسکرو د وژلو او دپنځو تنو دټپي کيدو خبر ورکړى دى . ائيتلافي ځواکونه دا خبر نه منې . په ارزګان کې هم د ملي اردو يو عسکر وژل شوى او په خوست کې هم د يوې نيښتې خبر ه شوې چې په کې يوتن مړ او دوه تنه دولتي پوليس ټپيان شوي دي .ددوشنبې په شپه د هلمند دګرشک په ولسوالى کې د هندي سړک جوړونې کمپنۍپه افغان کارکونکو بريد شوى چې ٣ تنه افغان کارکونکي يې ټپيان شوي دي. ",يو امريکايي عسکر په افغانستان کې وژل شوى. 1301,حقمل," نن هم دډنمارکي ورځپاڼې پرضد د افغانستان په قندهار ، کابل ،پروان ، کاپيسا، تخار ، لغمان ، پنجشير ، خوست ، بدخشان او يو شمير نورو سيمو کې ستر لاريونونه وشول چې په لغمان ، پروان ،تخار او کابل کې په تاوتريخوالي بدل شول او لاريون کونکي له پوليسو او امنيتي چارواکو سره لاس په ګريوان شول . په لغمان کې يو لاريونکونکى ووژل شو او ٤ تنه پوليس ټپيان شول . په پروان کې مظاهره کونکو چې شميره يې تر ٢٠ زرو تنو پورې رسيده د ٦ ساعتو له پاره د کابل - شمال لويه لار د ترافيکو پر مخې تړلې وه او څه ناڅه ٥٠ موټرو ته يې زيان رسولىدى او په يو شمير دفترونو او پلورنځيو يې بريد کړى دى . د پوليسو او لاريون کونکو په اخ اوډب کې چې دبګرام هوايي ډګر ته څيرمه رامينځ ته شو ٣ تنه مړه او څلور تنه ژوبل شوي . په تخار کې هم د ولايت ، ښاروالى او څارنوالى پر ودانيو لاريون کونکو ډبرې ويشتلې او يو شمير موټرو او دکانونو ته يې زيان رسولى دى چې دچارواکو پر وينا دغه زيان يو ميليون افغانۍ اټکل شوى . دتالقانو په ښار کې ٣٠٠٠ کسان راټول شوي وو . په دغه اخ او ډب کې د پوليسو په ګډون يو شمير کسان ټپيان شوي دي. په کابل کې لاريون کونکو هڅه کوله چې ځاونونه د ډنمارک او امريکاسفارتونو ته ورسوي چې پوليسو يې مخه ونيوله او دتاوتريخوالي په ترځ کې يو شمير کسان ټپيان شول او يو شمير يې د پوليسو له خوا ونيول شول ، دلته هم پر يو شمير موټرو او پلورنځيو بريد وشو او د يو شمير ځوانو لاريون کونکو له مخو وينې وبهېدې . ",په اعتراضي لاريونونو کې ٤ تنه افغانان ووژل شول. 1302,حقمل," په کابل کې د يونما چارواکي د يو ايراني وګړي د سوځيدو په اړوند خواښينې ښودلې اودغه پېښه يې تراژيدې بللې . همداشان يو نما ويلي چې په دې اړوند به پلټنې وکړي .يوه ورځ وړاندې يو ايراني وګړي په مزارشريف کې د يونما دفتر مخ ته د اعتراض په ډول خپل ځان ته اور واچوو .ډاکترانو ددغه کس ټپونه ژور بللي دي. دغه ايراني وګړى د سياسي پناه غوشتنه درلوده . ",يونما خواشينې ښودلې . 1303,," د قندهارامنيه قوماندانۍ ته نيږدې ستره چاودنه شوې چې ١٣ تنه په کې وژل شوي او ١٥ تنه ټپيان شوي دي . دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د ١٠ نيمو بجو په شاو خوا کې شوې . .سيمه دامنيتي چارواکو له خوا تړل شوې ده .څوشيبې وړاندي يو عينې شاهد بينوا ته د ټلفون په ليکه وويل : چاودنه له هغې وروسته رامينځ ته شوه کله چې يو کس خپل موټر سايکل د امنيه قوماندانۍ مخې ته ودراو او دى په خپله په يو بل موټر کې ترې لاړ . په دغه درنه چاودنه کې د يو شمير ملکي وګړو په شمول ډير دولتي پوليس مړه او ژوبل شوي دي. طالب اورپکو ددغه ځانمرګي بريد پړه پر غاړه اخيستې ده . په وروستي رپوټونو کې ويل شوي چې دپېښې دوه تنه نور ټپيان هم په حق رسيدلي دي او د پنځو تنو نورو حالت هم داندېښنې وړ بلل شوى. دقوماندانۍ ودانۍ او يو شمير موټرو ته هم زيان رسيدلى دى.. دولتي چارواکو په دې اړوند پلټنې پيل کړې دي .د پوليسو يو چارواکي عبد المالک فراهي ويلي ،چې ټول ټال ١٣ تنه مړه او ١٣ تنه نور ټپيان شوي دي ، ده وويل چې په وژل شويو کې ٨ تنه پوليس هم شته او ٥ تنه نور پوليس ټپيان شوي دي . فراهي وايي چاودنه هغه وخت دودانۍ په دروازه کې رامينځ ته شوه چې ځانمرګي غوښتل ودانۍ ته ننوزي . په تيرو څلورو مياشتو کې ٢٥ ځانمرګي بريدونه رامينځ ته شوي دي. ",د قندهار په ځانمرګي بريد کې ١٣ تنه وژل شوي. 1304,,"   نن دافغانستان داقتصاد وزارت وزیر امین فرهنگ یوې خبري ناستې ته وویل چې وزارت یې له ٢٣٥٥ انجوگانو نه چې پخوا دپلان په وزارت کې ثبت شوې وې ١٦٢٠ انجوگانې په اداري فساد او داچې په ټاکلې موده کې یې دغه وزارت ته اړین اسناد او شواهد ندي سپارلي لغوه اعلان او دکار کولو حق نلري چې لغوه دشویو کې ١٤٩٧ کورنۍ او ١٢٣ انجوگانې بهرنۍ وې. نوموړي دغه راز وویل چې وزارت یې ٤٦٤ انجوگانو ته دکارکولو حق ورکړی او رسمي بڼه لري. نادولتي موسسې له لنډمهالې ادارې وروسته خوره زیاتې شوې وې او د غلا له کبله ورته گڼ شمیر افغانان په اندیښنه کې ول. ",١٦٢٠ انجوگانې اقتصاد وزارت لغوه اعلان کړې. 1305,,"   نن په هغه ځانمرگي برید کې چې په قندهار کې شوی او ١٣ تنه پکې وژل شوي په همدې مهال دالجزیرې تلویزیون دوه تنه کمره مینان سید ناصر او محمد نادر چې غوښتل یې له سیمې تصویر واخلي دامنیتي ځواکونو له لوري وهل شوي. کمرې ترې اخیستل شوي او دڅه مودې لپاره په بند کې هم ساتل شوي. ", په کندهارکې دالجزیرې تلویزیون کمره مین وهل شوی. 1306,حقمل," امريکايي فوځ نن ( سه شنبه ) د عراق په لويديځ د انبار په ايالت کې د واټ څنډې ته په دوو بمي چاودنو کې د څلورو تنو عسکرو د وژلو خبر ورکړى دى . په دې سره د ٢٠٠٣ کال څخه تر اوسه ٢٢٥٧ تنه امريکايان د عراق په جګړه کې وژل شوي دي. ",٤ تنه امريکايي عسکر په عراق کې وژل شوي دي . 1307,," پا کستاني چارواکو خبر ورکړ چې پرون ماښام د دغه هېواد په جنوب د بلوجستان په ايالت کې د غازو په نل کې چاودنه شوې ده .دا څلورم ځل دى چې په يوه مياشت کې په دغه نل ليکه کې چاودنه رامينځ ته کيږي . د چاودنې تور تر ډيره بريده په قبائيلي جنګياليو لګول کيږي .چاودنه د ديره مراد جمالي په سيمه کې شوىچې د غازو ليږد بند شو ىدى . ",د پاکستان په جنوب کې د غازو نل ليکه چاودلې . 1308,حقمل," د استراليا دولت د فلسطين د رام الله په سيمه کې خپل ديپلو ماتيک دفتر تړلى دى او له خپلو وګړو څخه يې غوښتي چې فلسطين، لبنان او سوريې ته سفر نه کوي. د استراليا دبهرنيو چارو وزير ويلي ، په دې کې شک نشته چې دغه کارتونونه د اکثريت مسلمانانو د خفګان او خواشيني سبب شوي او له دغه حالت څخه موږ متاثره يو مګر دنه خپريدو او خپريدو دنده د خبري رسنيو په غاړه ده . همداشان د ډنمارک دولت له خپلو وګړو څخه په اندو نيزيا کې غوښتې چې له دغه هېواد څخه ووزي .په اندنيزياکې د ډنمارک سفير ويلې چې دغه پريکړه ددغوهېواد دوګړو د خونديتوب په موخه تر سره شوې. همداشان نن د پاکستان دپيښور په ښار کې د ډنمارک ضد ستره مظاهره وشوه او د نړۍ په يوشمير نورو هېوادونو کې هم د اعتراض ډګ لاريونونه روان دي. ",په رام الله کې داستراليا ديپلوماتيک دفتر وتړل شو. 1309,," د افغانستان په شمال د فارياب ولايت د ميمنې ښارکې د ايساف په چوکات کې د ناروې ځواکونو پر اډه د مظاهره کونکو دبريد هڅه شنډه شوه اود ناروې ځواکونو پر لاريون کونکو اوښکې بهوونکۍ غاز وچلوو.ويل کيږي د مظاهره کونکو او پوليسوپه اخ او ډب کې يوتن مړاو ٣ تنه ټپيان شوي دي .همداشان ٥٠ تنو دبېهوشۍ حالت غوره کړى دى. ،چې د درملنې له پاره روغتون ته ليږدول شوى دى .همداشان عينى شاهدانو نن بينوا ته وويل چې د پروان په پرونى لاريون کې په بګرام کې د امريکايانوپه يو موټر بريد شوى وو چې له امله يې څلورتنه امريکايان ټپيان او موټر زيانمن شوى وو. نن د هرات په ښار کې هم د ډنمارک ضد لارين وشو او ددغې ورځپاڼۍ او نورو اروپايي ورځپاڼو د چارواکو دمحاکمې غوښتنه يې کوله. ويل کيږي په هرات کې هم يو کس ټپي شوى او په يوه ډنمارکي موسسه بريد شوى دى . پوليسو هم هوايي ډزې کړي دي. .د بغلان د پلخمري ښار په لاريون کې تاوتريخوالى راغلى چې په کې دوه تنه ژوبل شو ي دي .په کابل کې نن يو ځل بيا لاريون وشو چې په کې اخ او ډب رامينځ ته شو . ",د ناروې پراډه د مظاهره کونکودبريد مخه ونيول شوه 1310,," په کابل کې د يوه ايراني تجارتي شرکت دوو تنو خاوندانو هغه وخت ځانونه پټ کړل چې د افغان بيسيم شرکت په مرسته د مخابراتو وزارت ددغه شرکت يو شمير غير قانوني مخابراتي وسايل ضبط کړل . د مخابراتو وزير سنګين پرون ماښام په ډاګه کړه چې دغه شرکت د افغان بيسيم د سيم کارتونو څخه په ناوړه استفادې سره د نړيوالو ټيلفوني خبرو څخه غلا کوله چې له څيړنې وروسته ممکن دغه شرکت له ٢ ميليون څخه تر سل ميليون ډالرو پورې نغدي جريمه شي .سنګين وايي دغه شرکت ٩مياشتې وړاندې يوازې د سوداګرى وزارت د( ايسا ) څخه تجارتي جواز تر لاسه کړى .د کابل د وزيراکبرخان په سيمه کې ددغه شرکت له دفتر څخه يو شمير غيرقانوني مخابراتي وسايل د مخابراتو وزارت لاس ته ورغلي دي .دا لومړنۍ بهرنۍ شرکت دى چې په مخابراتي غلا تورن شوى دى .د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي چې ددغو دوو تنو ايرانيانو د نيولو هڅې روانې دي. همداشان سنګين د افغان تيلي کام نوې مخابراتي کمپنۍ د جوړولو خبره هم وکړه او وايي چې دا شرکت د غوره خدمتونو په موخه له افغان بيسيم او روشن سره په سيالۍ کې رامينځ ته کيږي. ",د مخابراتي خبرو د غلا په توردوه ايرانيان تښتيدلي. 1311,," د سې شنبې په ورځ وردګ والي عبدالجبار نعيمي خبري رسنيو ته وويل چې په يولس نيمو بجو په ميدان ښار کې د ولايت او امنيې قوماندانۍ څېرمه په يوه بوجۍکې چاوېدونکي توکي ځاى په ځاى شوي وو چې له چاودنې سره سم يې يو سرتېرى وواژه او يو لاروى يې ټپي کړ ، ښاغلي نعيمي وويل چې د پېښې په تور يې څوک نه دي نيولي خو هڅې پسې روانې دي . ",وردګو کې چاودنې مرګ ژوبله پېښه کړه. 1312,," د مخابراتو وزارت په نوښت د کانو او صنایعو وزارت ته د انترنيت، تيلفون او ويديويى كنفرانس آسانتياوې برابرې شوې. نن د سه شنبې ورځ د ۱۳۸۴ يم لمريز كال دلوې د مياشتې پر 18 مه د مخابراتو وزارت د دولتي اړيكو د پروژي GCN د تطبيق په لړ كې د کانو او صنایعو وزارت له بهرنۍ نړۍ او نورو دولتي ادارو سره ونښلول شوه. د مخابراتو وزارت ددې ابتكار له امله به د کانو او صنایعو وزارت له کومو آسانتياوو نه برخمن شي ؟  دا وزارت به د تيلفوني اړيكو آسانتيا ولري. له دي وروسته به له انترنيت نه ګټه اخستلاى شي. د ويديويي كنفرانس د ترسره كولو آسانتيا په هم ولري.  همدا شان د مخابراتو وزارت ددې پروژې په ترسره كيدو په د افغانستان ټولې دولتي ادارې لكه د دغو دوه ادارو په شان په ولايتونو كې له خپلو دويمو واحدونو سره وصل شي. دوى به كولاى شي چې د خپل كار په ترڅ كې د دولت د مقام فرمانونه او حكمونه د ترسره كيدو له پاره پروخت خپلو لاس لاندې اداروته ورسوي، همداشان به د دغو ادارو كاركوونكى په نړۍ كې د ساينس و تكنالوژۍ په برخه كې له ټولو نويو پرمختګونو او آسانتياوو نه پروخت د خبريدو وړتيا تر لاسه كړي. همدا راز يادې شوې ادارې كولاى شي ددې پروژې له آسانتياوو نه په ګټې اخستو خپل هر ډول معلومات د انترنيت له لارې يو بل ته وليږدوي. د يادونې وړ ده چې د دولتي اړيكو د شبكې مركزي ستيشن د مخاپراتو په وزارت كې دي، چې له دې لارې د ټولو وزارتخانو او خپلواكو ادارو او ولايتونو اړيكې تنظيميږي. د مخابراتو وزارت په وزارتخانو او خپلواكو اداروكې دا سيستم څه ډول عملي كوي ؟ وزارتونو ته د ښو انترنيتي خدمتونو د وړاندي كولو په خاطر، د هر وزارت او خپلواكې ادارې له پاره همداسې يوه مجهزه شبكه، د هغي سويچونه او ملاتړ كوونكي تجهېزات، سرورونه، له شلونه تر څلويښتو پايو كمپيوټرونه، دوه پرنتره، دوه پايې UPS او نور وسايل چې مجموعی ارزښت یې170،000 امریکایی ډالرو ته رسیږی په پام كې نيولی دي. د ښو تيلفوني خدمتونو د وړاندي كولو په موخه د هر وزارت او خپلواكې ادارې له پاره يو، يو پايه PABX په نظر كې نيول شوي دي. د یاد شوی PABX ظرفیت به لومړی سر كې 150 لینه دی چې وروسته تر 300 لینونو پورې پراخیدای شی او د ادارو کارکوونکی کولای شی یواځې د درې شمیرو په دایرولو له یو بل سره اړیكې ونیسی، او که وغواړی له ټول افغانستان او بهر سره هم تماس نیولای شی. د یادولو وړ ده چې د دې تیلیفونونو له لارې په اداره کې دننه ټول تماسونه وړیا تامیتیږی. ",د کانو او صنایعو وزارت ته د انترنيت، تيلفون اسانتياوي 1313,," افغان ولس مشر حامد کرزى د قندهار چاودنه چې په کې ١٥ تنه مړه او ١٤ تنه ټپيان شول په کلکه وغندله او داډول ناکامې هڅې يې د سولې او امنيت د بهير پر وړاندې خنډ وباله .کرزي همداشان د هلمند ولايت د استازو او سپين ږيرو په ناسته کې نن وويل : د قندهارچاودنه نه يوازې دافغانستان له پاره بلکه د پاکستان له پاره هم تاوان لري همداشان دپاکستان د کويټې چاودنه د افغانستان له پاره .ده وويل په خپل راتلونکي سفر کې به دپاکستان له چارواکو سره يو شمير مسئلې په ډاګه مطرح کړي . ټاکل شوې ده کرزي د روانې مياشتې په ٢٧ نيټه پاکستان ته سفر وکړي . ",کرزي د قندهار چاودنه وغندله . 1314,حقمل," دهلمند ولايت يو شمير استازو ، سپين ږيرو او مشرانو پرون له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې د افغان دولتي ځواکونو او چارواکوله ناسم چلند څخه سرټکوو او په ډاګه يې کړه چې په خپل سر او زور سره د دوى کورونو ته ننوزي او تلاشي کوي .دغو استازو دولتي ځواکونه په دې هم تورن کړي چې دوى بې ځايه ځوروي ،بنديان کوي يې او ترې نه غلاې کوي. استازو وويل له خلکو سره غټ - غټ ظلمونه شوي .يو استازې له کرزي نه وغوښتل چې داځل به دوى يوازې نه پريږدي او يو پلاوى به ورسره هلمند ته ليږي .افغان ولسمشر ددوى ستونزې واوريدلې او له دوى څخه يې هيله څرګنده کړه ، هر څه چې لري بايد ويې وايي . کرزي زياته کړه زه هم ډير څه لرم چې تاسو ته يې ووايم . کرزي ژمنه وکړه چې د ستونزود اواري په هکله به اوچت قدمونه پورته کړي. ده وويل دهلمند وروستۍ پېښې زموږ تر څيړنې لاندې دي، په هرکور کې چې د دولتي مامور له خوا ظلم کيږي ، جوابګوى يې ملت او خداى ته زه يم ، زه به يې مسئول پيداکوم او جزا به ورکو م . حامد کرزي يو پلاوى وټاکه ترڅو دهلمند ولايت د اوسيدونکو ستونزې له نيږدى وڅيړي . له بل لوري د هلمند يو دولتي چاراکي وويل : چې دوى ( دهلمند خلک)بايدپه خپلو کورونو کې طالبانو ته ځاى ور نه کړي . ",هلمند: دولتي ځواکونه په خپل سرکورونوته ننوزي. 1315,حقمل," د پوليسو په وينا د ايتاليا په پلازمينه روم کې ددوشنبې په نيمه شپه يو مسافروړونکې بس چپه او١٢ تنه ترکي سيلانيان په کې ووژل شول . دغه بس څه ناڅه ٣٠ تنه سپرلۍ درلودې . ټپيان روغتون ته ليږدول شوي ، چې د ٤ تنو حالت د اندېښېنې وړ بلل شوى دى .ترکي سيلانيان د موټرو دلالان وو چې د يو کنفرانس د ګډون په موخه روم ته راغلي وو . ",١٢ ترکي سيلانيان په ايتاليا کې مړه شول . 1316,," ناپيږانده بريد کوونکود پوليسو ٧ تنه مامورين چې د کوکنارو د کر له مينځه وړل او د نيشه يي توکو د څار دنده يې درلود ه د کلمبيا د پلازمينې بوګاتا په ١٧٠ کيلومترى کې وژلي دي.په دغه پېښه کې يو کارګر هم ټپي شوى دى. د کلمبيا دولت دغه سيمې ته ٣٥٠٠ عسکر او پوليس استولي دي. له دې نه وړاندې ٢٩ وسله وال عسکر هم په دغه سيمه کې وژل شوي وو. ",د پوليسو ٧ تنه مامورين په کلمبيا کې وژل شوي . 1317,عبدالهادي حيران,"  عبدالهادي حيران څو ورځې د مخه په مطبوعاتو کې نشر شوى دا خبر به ستاسې له نظره هم تېر شوى وي چې د افغانستان په څلورو جنوبي ولايتونو کې لږ تر لږه دوه سوه (200) مکتبونه لدې امله وتړلى شول چې د طالب جنګياليو لخوا ورته د سوځولو دړکې ورکړل شوې وې. لدې وړاندې اړ وروسته په قندهار، هلمند، ارزګان، زابل، لغمان او ځينيو نورو ولايتونو کې د نامعلومو وسله والو لخوا د مکتبونو د سوځولو او ورانولو پيښې رامنځته شوې اړ دغه لړۍ لا اوس هم روانه ده. تېر کال هم د يو شمېر دا ډول پېښو له امله زيات خلک دې ته اړ شول چې خپل ماشومان له مکتبونو وباسي چې په دې توګه به د پښتنو راتلونکى نسل د زده کړې څخه بې برخې پاتې کېږي. د پښتنو راتلونکى نسل مې ځکه وويل چې دا پيښې يواځې د افغانستان په هغو ولايتونو کې رامنځته کېږي چې د اوسيدونکو اکثريت ئې د پښتنو دى. تيرو ورځو کې د افغانستان په ختيځو ولايتونو ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان کې د يوې اندازې له مخې وويل شول چې په مکتبونو کې د ماشومانو شمېر ډېر کم دى . په ځانګړې توګه د ماشومانو انجونو شمېر خو بېخي د نيشت برابر دى.  زما په نظر عِلم اړ پوهې سره د دښمنۍ دا مثال به تاسې د نړۍ په بل کوم هېواد کې پيدا نکړى شئ. د ځان مرګي بريدونو، چاودنو اړ جګړو صحنې خو به تاسې اوريدلي وي چې په عراق، فلسطين اړ ځينيو نورو هېوادونو کې هم کيږي خو د مکتبونو د سوځولو، روغتونونو د ورانولو اړ د بيا ودانۍ په کارونو کې د بوختو خلکو تښتولو اړ وژلو صحنې به تاسې يواځې په افغانستان کې وينئ، ګورئ اړ اورئ. خلکو ته دړکې ورکول کيږي اړ په ډول ډول طريقو ډارول کېږي تر څو خپل بچي په مکتبونو کې داخل نۀ کړي. د حيرانتيا وړ خبره دا ده چې په افغانستان کې د امريکا، نورو بهرنيو هېوادونو قواوې اړ د افغانستان ملي فوځ اړ پوليس د دې وطن دښمنه، عِلم دښمنه اړ انسان دښمنه ډلو سره ځاى په ځاى لاس اړ ګرېوان دي خو دوئ کمېږي نۀ، بلکې د هرې ورځ په تيريدو زياتيږي اړ مضبوطيږي. دوئ سره د جنګ لپاره بېخي نويو وسلو، تماس لپاره د ستلايت تليفونونو، اوسيدو لپاره د محفوظو ځايونو، د چاودنو کولو لپاره د چاوديدونکو موادو اړ د ځان مرګي بريدونو لپاره د تيارو خلکو هيڅ کمى نشته. دا له کومه راځي؟ په افغانستان کې زيات خلک فکر کوي چې د دې هر څۀ په شا د پاکستان د استخباراتي ادارو لاس دى.  په هر حال، د افغانستان يړ نسل خو په جهاد قربان شو. هغه جهاد چې نتيجه ئې د يوې بدترينې خانه جنګۍ په صورت کې راووتله. چې کله دغو کورنيو جګړو د افغانستان په ورانولو اړ د افغانانو په ځپلو کې کوم کمى پرې نۀ ښود نو له نامعلوم لوري څخه د افغانستان په ځمکه طالبان راوورول شول. د طالبانو د اساسي قانون دوهم نوم ""بندېز"" ړ. د انجونو په زده کړه بندېز، په هنر بندېز، په سپورتي لوبو بندېز، په انټرنېټ بندېز، په اخبار بندېز، په اظهار بندېز اړ دا ډول نور بې شمېره بندېزونه چې په افغانستان کې ئې د خلکو ساه ګانې بندې کړې اړ يړ ځل بيا د وطن د پرېښودلو لړۍ پيل شوه.  اخر هم د طالبانو افراطي پاليسيو د هغوئ کشتۍ ډوبه کړه. له هغوئ وروسته د حامد کرزي نظام راغى چې ورسره سم افغانستان هم د يوې ماتې ګوډې ديموکراسۍ په لور روان شو. دا ماته ګوډه ديموکراسي هر څو کۀ ډېرې خامۍ لري خو سياسي نظامونه د خلکو په ملاتړ اړ نويو تجربو خپلې لارې مضبوطوي. خو ستونځه دا راپېښه شوه چې په يړ سياسي نظام کې د ګډون اړ د هغې د برخې د جوړېدو لپاره د خلکو لپاره لازمه ده چې هغوئ د سياست اړ ديموکراسۍ په اهميت پوهـ اړ خبر وي. اولس بايد په دې پوهـ وي چې په يړ سياسي اړ ديموکراسي نظام کې بايد هغوئ څرنګه خپل رول ولوبوي. د افغانستان غوندې هېواد لپاره کۀ څۀ هم دا تجربې نوې نۀ وې خو تر ډېره حده نا اشنا ضرور وې. ولې د ډېر تاسف اړ ماتم ځاى دا دى چې کله په يړ اولس کې د زده کړې لارې چارې بندې وي نو هلته به خلک د سياست اړ ديموکراسۍ نظام څۀ وپېژني اړ څۀ به پکې ځاى شي؟؟. د عِلم اړ پوهې په لارو کې خنډ دغه خلک دومره ځواکمن دي چې حکومت اړ اولس دواړه ئې په وړاندې ملا ماتي دي.  د مطبوعاتو له لارې د نشر شويو راپورونو له مخې د مکتبونو د سوځولو، ورانولو اړ تړلو دا عمليات د طالبانو لخوا ترسره کېږي چا چې په افغانستان کې د خپل حکومت پر مهال هم د عِلم اړ پوهې هرې دروازې ته د قلف اچولو هڅه کړې وه. اوس د مکتبونو د سوځولو لپاره هم د دوئ سره دليل دا دى چې په دې مکتبونو کې د عيسائيت تبليغ اړ درس ورکول کېږي. تاريخ شاهد دى چې کله هم د عِلم دښمنانو د عِلم اړ پوهې د رڼا لپاره د لارو د بندولو اړ د تيارو د خورولو اراده کړې ده نو همدا ډول دليلونه اړ بهانې ئې ورته پيدا کړې دي. کۀ ستاسې په ياد وي نو په هندوستان د پرنګيانو د واکمنۍ پر مهال په پښتونخوا کې هم دې خلکو د عِلم اړ پوهې د رڼا په ضد دا غږ پورته کړى ړ چې: سبق د مدرسې وائي دپاره د پيسې وائي جنت کې به ئې ځاى نۀ وي په دوزخ کې به غوپې وهي يعنې دوئ ته چې کله هم د خپلو ""مقاماتو"" لخوا د عِلم اړ پوهې په ضد د عملياتو لپاره ويل شوي نو ورسره ئې دوئ ته دا ډول ""دليلونه"" هم په لاس کې ورکړي دي چې دا د اسلام په ضد دى، دې کې د عيسائيت تبليغ دى ، په دې کې دا دي اړ په دې کې دا. ساده خلک يا خو د دوئ په دې خبرو غوليدلي اړ يا هم د دوئ د بريدونو څخه ډاريدلي اړ د عِلم څخه بې برخې پاتې شوي دي. همدا لامل دى چې نن په ګرده نړۍ کې زمونږ تعليمي کچه تر هر چا زياته برباده اړ خواره ده.  نن بيا په افغانستان کې مکتبونه سوځول کېږي اړ خلکو ته دړکې ورکول کېږي چې خپل ماشومان دې له مکتبونو څخه ليرې وساتي. اړ دا کار يواځې په هغو ولايتونو کې کېږي چې اکثريت ئې د پښتنو دى. ايا دا په اجتماعي ډول د افغانستان د راتلونکي نسل د ورکولو اړ بربادولو يړ لوي پلان نۀ دى؟ . ",مکتبونو څۀ ګناه کړې ده؟ 1318,حقمل," په کرم اجنسي کې د پاکستان يو چارواکى محمد سليم خان ويلي چې د پاراچنار سرحدي پوله يې له افغانستان سره د دريو ورځو له پاره تړلې ده . ده ويلي دغه اقدام د عاشورا په ورځو کې د امنيت د لاخوندي توب په موخه ترسره شو دى . همداشان د پاکستان په يو شمير نورو ښارونو کې هم د عاشورا په خاطر ټينګ امنيتي تدبيرونه نيول شوي . ",پاکستان له افغانستان سره د پاراچنارپوله تړلې ده. 1319,حقمل," د ( افغانستان او فرانسې ګډ تجارت ) تر عنوان لاندې د سه شنبې په ورځ په پاريس کې د يوشمير فرانسوى شرکتونو د چارواکو او استازو په گدون ګډه سوداګري ناسته جوړه شوه .په فرانسه کې افغان سفير حقاني دغه ګډه ناسته بريالى وبلله او زياته يې کړه چې د غه ناسته په افغانستان کې د فرانسوى پانګه والود هڅونې په موخه جوړه شوې وه ترڅو په افغانستان کې ډيره پانگه په کار واچوي. دا دريمه غونډه ده چې جوړيږي .د غوڼدې په پاى کې فرانسوي پانګه والو او شرکتونو په افغانستان کې دپانګې اچولوپه هکله تيارۍ وښود او دفرانسې او افغانستان د سوداګرى له اطاقونو يې په دې برخه کې د اسانتياوو غوښتنه کړه. ",د افغانستان اوفرانسې ګډه سوداګري ناسته جوړه شوه 1320,خالد هادي حيدري," دا سندره اخ . دغه خوږه دغه د خوند سندره دا زما د ميني زما د ژوند سندره چي زه ئې هرکله وتاته بولم څمره کيف لري مامي و داسي يو جهان ته بوزي چي هلته ستا دا وريښمين او ملايئم لاسونه زما پر خوار وجود داسي له ميني تاو وي لکه پروته چي له وني تاو وي ستا د ښکلا شغلې وي ستا د ښايست ستا د جمال کيسې وياو ستا د سيوري پر غوړيدلي تصوير يواځي زما سجدې وي نيويارک ",د ژوند سندره ! 1321,," د ناروې لومړى وزير يانس لتنبرګ يوې خبري ناستې ته وويل : سره له دې چې د سه شنبې په ورځ ددوى د ځواکونو په اډه بريد وشو او څلور تنه بريد کونکي مړه شول اود ناروې ٦ تنه سرتيرى ټپيان شول ، ناروې به له افغانستان څخه خپل ځواکونه ونه باسي .ده وويل له افغانستان څخه د ځواکونو وتل د بحث وړ نه دى .د ناروې هېواد د ناتو په چوکات کې له ٢٠٠ څخه تر ٣٠٠ سرتيري په افغانستان کې لري چې د فنلند، سويدن او لتوانيا له ځواکونو سره ګډ د فارياب ولايت د ميمنې په ښار کې ميشت دي. د سه شنبې په ورځ د دغه ولايت وګړو لاريون وکړ اوپه دغه اډه يې د بريد هڅې هغه وخت شنډې شوې چې د ناروې ځواکونو په مظاهره کونکو اوښکې بهونکۍ غاز وچلوو او ربړي گولۍ يې پرې وار کړلې . همداشان دوو چورلکو د مظاهرونکو پر سر الوتنه کړې او ويل کيږي چې پر دوى يې دوه ځلې د خبردارۍ ډزې کړې دي . خبري رسنيو خبر ورکړ دى چې ٢٥ کسان په دغه اخ او ډب کې ټپيان شو يدي . افغان پوليسو هم له زور څخه کار اخيستى دى.دغه لاريون د ډنمار کي ورځپاڼې دکارتون د خپريدو پر ضد شوى وو.همداشان ملګرو ملتونو په فارياب کې له خپلو کارکونکو څخه غوښتې چې له ميمنې څخه ووزي . ",د ناروې ځواکونه به له افغانستان څخه ونوزي . 1322,," د کورنيو چارو وزارت امنيتي چارواکو پرون په کابل کې ٤٦ چينايي ښځې د بد اخلاقۍ او بد لمنۍ په تور نيولې دي او وايې چې له يو شمير پوښتنو او پلټنو وروسته به يې له افغانستان څخه وباسي .د دغه وزارت د مطبوعاتې څانګې يو چارواکي بينوا ته وويل دغو ميرمنو د کابل ښار په يو شمير ميلمستونونو هوټلونو او رستورانونو کې کې کار کوواو د بد لمنۍ کارونو ته يې لمن وهله . له دې نه وړاندې هم په دې تور ورته يو شميرچينايي او نورې بهرنۍ ميرمنې له افغانستان څخه ايستل شوې . په تيرو څلورو کلونو کې په کابل او يو شمير نورو ښارونو کې ګڼ شمير ميلمستونونه جوړشوي دي چې په څارنه کې يې افغان چارواکي پاتې راغلي دي. ",٤٦ چينايي ميرمنې په کابل کې نيول شوي دي . 1323,حقمل," په زابل کې د ملي اردو يو چاراکي عبدالرزاق بينوا ته وويل (په لاريون کې ٤ تنه مظاهره کونکي وژل شوي او ١١ تنه ټپيان شوي. ددغه ولايت د امنيې قوماندان هم ټپي شوي دي. د ملي اردو يو عسکر هم ډير ژوبل شوى او څو تنه پوليس هم ټپيان شوي.) د زابل د قلات ښار د روغتون يو ډاکتر بينوا ته وويل چې دغه روغتون ته د مظاهره کونکو ٣ مړي او ١٧ تنه ټپيان ليږدول شوي چې ٥ تنه ټپيان يې پوليس دي. د زابل لايت وياند ګلاب شاه علي خيل بينوا ته وويل چې تراوسه پورې د مظاهره کوونکو اوپوليسو په تاوتريخوالي کې ١٠ تنه له دواړو لورو ټپيان شوي چې ٣ تنه لاريون کوونکي او ٧ تنه پوليس دي. دى وايي پرون هم څه ناڅه ٤٠٠ تنو قهرجنو مظاهره کوونکو په قلات کې پر پوليسو ډبرې وار کړلې او د دوى په بريد کې د پوليسو يو موټر وران شو. نن هم د قلات په ښار کې لاريون وشو چې په کې اخ او ډب رامينځ ته شواو پوليسو ډزې کړي دي . .په تيرو پنځو وروځو کې د افغانستان په گوټ - ګوټ کې ٧ تنه مظاهره کوونکي وژل شوي دي. د سپتمبر په ٣٠ د ډنمارک د يولاندز پوستن په ورځپاڼه کې د ١٢ کارتونو خپريدل د نړۍ د ټولو مسلمانانو غوسه پارولي اود غندنې ستر لاريونونه په دې اړوند روان دي . ايران له ډنمارک سره خپلې اقتصادي اړيکې بندې کړي دي او په منځني ختيځ کې د ډنمارک او اوروپايي هېوادونو د توکو بازار ته ډير زيان رسيدلى دى.د نايجريا د کانو ايالت پارلمان د ډنمارک سره د ٢٣ ميليون يورو يو تړون لغو کړ.نن ملګري ملتونو ، اروپايي ټولنې او داسلامي هېوادونو کنفراس په دې اړوند دګډې ناستې د جوړيدو اعلان کړى دى. ",دزابل په مظاهره کې ٤تنه مړه او١٧ تنه ټپيان شوي دي. 1324,حقمل," په هغه بمي چاودنه کې چې پرون مازديګر دهرات او قندهار د لويې لارې په اوږدو کې د فراه لايت د بالابولک ولسوالى په سيمه کې رامينځ ته شوه ، د سړګ جوړولو د کمپنۍ ٤ تنه کارکونکي په کې وژل شوي دي.په وژل شويو کسانو کې ٣ تنه بهرنيان د هند ترکيې او نيپال وګړي دي . ددوى يو افغان ډريور هم وژل شوى . د فراه ولايت چارواکو د پېښې پخلۍ کړى او وايي چې دا چاودنه د سړک په څنډه د ريموټ کنټرول له مخې رامينځ ته شوې ده . پوليسو په دې اړوند پلټنې پيل کړې دي. ",په فراه کې ٣ تنه بهرنيان او يو افغان وژل شوي دي. 1325,حقمل," د مسکو يوې راديو خبر ورکړى : په هغه چاودنه کې چي تيره شپه د چيچن د پلازمينې ګروزنى په سل کيلومترۍ د کورچالوى په سيمه کې د روسي ځواکونود ( واستوک) په فوځي اډه کې رامينح ته شوه ٢٣ تنه مړه او ٣٥ تنه نور ټپيان شويدي .يوه ودانۍ په دغه چاودنه کې نړيدلې ده او يو شمير کسان په کې د ننه ګير پاتې دي.د پېښې لامل لا نه دى څرګند ، چارواکو په دې اړوند پلټنې پيل کړي دي. ",د چيچن چاودنه کې ٢٣ تنه مړه او ٣٥ نور ټپيان شوي . 1326,حقمل," په هغه چاودنه کې چې د سه شنبې په ورځ د پاکستان د هستوي څيړنو په مرکز کې وشوه يو کارپوه وژل شوى دى. د پاکستان د فوځ وياند شوکت سلطان ويلي چاودنه اسلام اباد ته نيږدې د هستوي څيړنو په مرکز کې يوازې په متعارفو، نه په هستوي توکو کې رامينځ ته شوې او دغه پېښه تر پلټنې لاندې ده. دغه مرکز په ١٩٧٠ کې جوړ شوى دى. ",د پاکستان د هستوې څيړنو يو کارپوه وژل شوى. 1327,حقمل," د نړيوالو خبري رسنيو د رپوټ له مخې په تيرو دريو اونيو کې ٧٨٩ تنه د يخنيو له امله په اوکراين کې وژل شوي دي . يوازې په تيرو څلورويشتو ساعتونو کې ٢١ تنه مړه او ١٦٢ تنه نور روغتون ته ليږدول شوي دي. دروغتيا وزارت چارواکو ويلي چې ٧٨٤٤ تنه په اوکراين کې يخنيو ځپلې چې له هغو نه ٤٦٦٧ تنه په روغتونو کې تر درملنې لاندې پراته دي. د اوکراين په ځينو سيمو کې د يخنۍ او سړو درجه ترمنفي ٣٢ رسيدلې ده او عامه خدمتونو ته يې ډير زيان رسولى دى. ",٧٨٩ تنه په اوکراين کې د يخنۍ له امله وژل شوي. 1328,," په کابل کې يو کس چې د نوم له ښودلو څخه يې ډډه وکړه نن بينوا ته وويل هغه دوه تنه ايراني وګړى چې د مخابراتي خبرو د غلا په تور د امنيتي چارواکو تر تعقيب لاندې دي په کابل کې د ايران سفارت کې پټ شوي دي. د مخابراتو وزارت وياند عبد الهادي بينوا ته وويل چې دغه وزارت د افغانستان د بهرنيو او کورنيو چارو له وزارتونه سره په تماس کې دى ترڅو د ديپلوماتيکو جينلونو له لارې د ايران سفارت سره په دې اړوند اړيکي ونيسي .له بل لورې ويل کيږي چې ممکن دغه کسان پرون له کابل څخه وتلي وي.ددوشنبې په ورځ د مخابراتو وزارت دکابل د وزير اکبرخان په سيمه کې د يو ايراني شرکت له دفتر څخه يوشمير داسې مخابراتي وسايل تر لاسه کړل چې په غير قانوني توگه ترې نه ګټه اخيستل کيده .د دغه شرکت دو تنه ايراني خاوندان له همغه مهال څخه ځانونه پټ کړي دي او د کورنيو چارو وزارت چارواکي يې په نيولو کې تراوسه پاتې راغلي دي. د دا ډول غلا له مخې دولت او افغان بيسيم شرکت ته ډير زيان رسيدلۍ دى . ",٢ تنه تورن ايرانيان په کابل د ايران سفارت کې پټ دي. 1329,," د افغان دولت يو وياند خليق احمد د امريکا ، جرمني او روسيې ددغه اقدام هرکلۍ کړى دى ، چې له خپلو پخوانيو پورونو څخه تير شوي دي .يو امريکايي چار واکي ويلي امريکا ١٠٨ ميليونه پخوانۍ پور بښلۍ او له دې نه وړاندې المان او روسيه هم له خپلو پخوانيوپورونو څخه لاس په سر شوي دي.د لندن د ناستې پر مهال روسي چارواکو وويل چې نور به پخواني لس ميليارده ډالره پور له افغانستان څخه ونه غواړي. ",افغان دولت د ٣ هېوادونودپورونودبښنې هرکلۍکړى 1330,," تيره شپه په مسکو کې د يخنۍ او سختو سړو درجه ترمنفي ٣٦ درجو ورسيده چې دکورونو دننه د د غه ١٢ ميليونى ښار وګړو د سړو له امله سخته شپه تيره کړه . ډير بازارونه او تجارتي مرکزنه تړل شوي دي او يوازې په تيرو دوو ورځو کې د ټکر ١٧٢٥ پېښې رامينځ ته شوې چې له کبله يې ٣٠ تنه مړه او ژوبل شوي دي. همداشان په تيرو دوو ورځو کې د يخنۍ له امله ٥ تنه مړه او ١٧ کسان روغتون ته ليږدول شوي . تيره ورځ د روسيې په جنوب کې د ډيرې واورې او سړو له کبله د ريل ګادو ١٢٢ قطارونه په ټپه دريدلي دي . سختوسړو ددغه ښار عامه خدمتونو ته ډير تاوان رسولۍ دى. ",تيره شپه مسکوسختو سړو و ځپو . 1331,," ٢٣ کلن اظهرالحق چې د طب محصل دى نن د استراليا په پلازمينه سدنې کې د يوې محکمې له خوا په دې ګرم وبلل شو چې په ٢٠٠٣ کال کې يې په پاکستان کې د طيبه لشکر ترهګري سازمان له لورې زده کړې کړې دي.د دغه پاکستاني وکيل ادام هودا د محکمې دغه پريکړه نه ده منلې وايي چې د استنياف غوښتنه به وکړي .اظرالحق د ٢٠٠٣ کال په لومړيو کې هغه وخت ونيول شو چې له پاکستان نه استراليا ته ستون شو . ",د سدني محکمې يو پاکستانى په ترهګرۍ تورن کړ. 1332,," په دې وروستيو کې د امريکې د اساسي حقونو د مرکز څو غړي افغانستان ته راغلي تر څو د ګوانتنامو د افغان زندانيانو له کورنيو سره له نيږدې وګوري په همدې موخه د افغانستان د بشري حقونو مرکز په ګوانتنامو کې د ټولو افغان زندانيانو له کورنيو نه غوښتي چې د دوى مرکزي يا سيمه ائيزو د فترونو ته ورشي او د خپلو زندانيانو په اړه له امريکې څخه د راغلو مدافع وکيلانو سره له نيږدې وګوري ،او د خپلو بنديانو په اړه ترې پوښتنې ګروېږنې وکړي . دغه راز د زندانيانو کورنۍ کولاى شي چېد نورو مالوماتو لپاره د ټلفون په دغه شمېره اړيکې ټينګې کړي . ٠٧٩٥٥٣٣٩٧ ",د ګوانتنامو د افغان زندانيانو کورنيو ته . 1333,," ", 1334,," ", 1335,محمود نظری,"    ګوبیر شاولي چې له ډیری خوشالۍ نڅېدی و خپلو انډیوالانو ته یې  په تیلفون کې په خندا خندا ویل:  (چی په شل لکه مو راولي بیا هم راشۍ!  دلته اسانه غلا ده نه څوک درپسې  نارې وهي،  نه څه در ته وایي، هر څه چی کوې هغه کوه !  هم غلا کوه هم خلک واهه، هیڅ څوک لاس در باندی پورته کولای نه شی...) ګوبیر شاولی چی په وطن کي  یې دا  وړې او کوشنۍ غلاوي  ډیري کړي وې، یو وار  پرکیسه بری ګوری موری ونیول شو او ښه جانانه واهل ټکول یې وخورل، خو عبرت یې نه   وکړ.  ان یو وار بیا نژدې وو لاس او پښه یې ور پرې کړي  نو هغه وو چی له غلا نه  توبه ګار شو  او ښه صوفی ترې جوړ شوو  او ان بیا یې خلکو ته  نصیحتونه کوله.  کله چی مهاجر شو د  خلکو حرص یې د  پیسو ټولوسره ولید چی هم تور کار کوی هم سپین،هم د ورځی کار کوی هم د شپی، هم نران کار کوی هم ښځې...  ده د  ځان سره  ویل د بیګانه ملک دی، ویزه هم نه لرې، څوک دی هم نه  پیژني غلا هم اسانه ده، نو ولی لاس تر زني لاندی ناست یې!  لاسونه یې په تخنیدو شول نو ده هم یو لاس ماس چرخول  پیل کړل:  دلته د ژاولو یوه کوتۍ جیب ته اچولې، هلته یوه د رومیانو د روب کوتۍ په جاکت چخ کړی،  بس ته بی ټکټه پورته شوی،...  او یوه ورځ د یوه ډم دوکان ته ورغلی د سر جوړولی وروسته  د سګړیټو د څکولو  په پلمه وتښتېدی ، خوشاله وو چې لس ډالره یې ګټه کړی وه او  ژر یې د حساب په  ماشین هغه  په افغانی واړولې. خوله یې له خوشالۍ ویته پاته  شوه . اوناببره یې له خولې  ووتله: آه! خو دا میاشت دخیرات له  چیک نه مخکی لومړی ویزه ورته راورسیده  چی د هغه  خوشالۍ یې دوچنده کړه خو یوه ورځ  وروسته بیا یو بیل  ورته راورسیدی چی په  هغه کې لیکل  شوی وو: د سر جوړولو بیل   ۸۵۰ ډالره چی د بیل لاندی لیکل شوی وو: د وېښانو د جوړولو، د دی ان  اې تېسټ ، د خط د لیکولو او د بانک مفاد ټوله ۸۵۰ ډالره کیږی . او په لس ورځو کی باید تحویل شی کنه دو چنده کیږی. هغو د ده آدرس د وېښتانو د دی ان اې له تېسټ نه پیدا کړی وو کله چی ګوبیرشاولی دا پیسې په افغانی واړولې  داسې توبه یې  وکړه چی ان کریغه  یې  بې تیلفونه تر افغانستان ورسیدله. ",د دی ان اې تېسټ 1336,,"  موږ د ټولو هغه هېوادوالو ،دوستانو او د ارواښاد محمد حلېم سلېمی دمينه والو څخه د زړه له کومی مننه کوو چی په هېواد کی دننه او دهېواد نه بهر ېی د خدای بخښلی» سلېمی «د ناگهانی مړينی د فاتحی اوختم په مراسمو کی په خپل گډون دا دروند غم زموږ سره ويشلی او د ارواښاد روح ته ېی خوښی ور بخښلی ده . او همدارنگه ټولو دوستانو ته چی د بريښناليکونو، تيليفونو او خپلو ليکونو په مټ يی زموږ سره د زړه له اخلاصه غمشريکی وکړه خپل درناوی او احترام وړاندی کوو ستاسو دټولو دوستانو کورنېو ته خوښی د پاک رب) ج (له درباره څخه غواړو له غمونو مو خدای )ج( و ساته. د محترم استاد معصوم »هوتک« څخه ېوه نړی مننه کوو چی د مرحوم سلېمی صاحب په مرگ ېی اوښکی توی کړی او مرثيه ېی کښلی وه.او دبينوا ويبپاڼی ټولو چلونکو ته د زړه له کومی درناوی وړاندی کوو چی نه ېوازی دا چی زموږ سره ېی غمشريکی کړی ده په پوره حوصله مندی ېی ددوستانو ليکنی چی دارواښاد»سلېمی «صاحب په باره کی لېکل سوې وی په خپل وخت خپری کړی دی پر قلم دی برکت وی . په پای کی ېو ځل بېا له ټولو دوستانو څخه مننه کوو او دا ېادول ضروری بولو چی ستاسو احساساتو موږ ته دا را و پوهول چی اروښاد »سلېمی «نه ېوازی زموږ د کورنی مشرؤ بلکی د لوی افغان د ستر کهول د ازادی او سوکالی د کاروان د سر ښندونکو او سالارانو څخه وو روح دی ښاد وی.  په درنښت محمد نسيم» سلېمی« له امرېکا څخه ",د ارواښاد محمد حلېم» سلېمی« دکورنۍ د غړېو مننليک 1337,,"   نن په هغه غونډه کې چې دپخلاینې او سولې ملي کمیسیون له لوري جوړه شوې ٧ تنه زندانیان چې ائتلافي ځواکونو په افغانستان کې له طالبانو سره تړاو نیولي ول ددغه کمیسیون دمشر حضرت صبغت الله مجددي په وړاندې خوشې او دکورونو په لور وخوځیدل. دوی ٧ تنه عبدالباقي، عبدالله ، عبدالسلام، خوشکیار، خان زمان، شربت خان او خدایداد دهلمند، ارزگان، خوست او پکتیکا له ولایتونو څخه ول. عبدالباقي بینوا ته وویل چې امریکایانو په گوانتنامو کې ورسره بد چلند کړی. دوی ته مجددي وینا وکړه او دایې هم وویل چې تر دې مهاله ددوی کمیسیون ٣٥٠ زندانیان له گوانتنامو خوشې کړي. ملا عبدالسلام ضعیف دطالبانو سفیر په پاکستان کې چې دگوانتنامو په زندان کې زنداني وه او تیر کال خوشې شو هم په غونډه کې برخه لرله او خوشې شویو زندانیانو ته یې هرکلی وکړ.   ",٧ تنه زندانیان له گوانتنامو خوشې شول. 1338,,"   نن دمحرم الحرام لسمه چې دعاشورا ورځ هم ده او شیعه گانو لپاره ځانگړې ورځ گڼل کیږي دشیعه گانو او سونیانو ترمنځ په هرات کې سخته نښته شوې چې لامله پکې ٦ تنه وژل شوي او ٤٠ تنه نور ټپیان شوي. ",په هرات کې دشیعه گانو او سونیانو ترمنځ نښته شوې. 1339,," د پحنشنبې په ورځ د وردګو ولايت د سيد اباد په ولسوالۍ کې د تنګي د درې او سالارو د سيمې په سلګونو اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې د ډنمارک د يوې ورځپاڼې هغه کارتون په کلکه وغانده چې د اسلام د ستر پيغمبر سپکاوى پکې شوى دى، لاريون کوونکو د بوش او ډنمارکي ورځپاڼې د مسوول چلوونکي تصويرونه په اورونو ايرې کړل ،دغه راز لاريون کوونکو د کابل کندهار لويه لار هم د څو ساعتونو لپاره تړلې وه ، لاريون کوونکو د کندهار د ملي امنيت په موټرونو کاڼې و وورولې چې په ځواب کې يې د ملي امنيت کسانو ډزې وکړې او څلورکسه پکې ټپيان شول چې ساعت وروسته يې يوه په روغتون کې ساه ورکړه ،بل خوا همدغه لاريون کوونکومرکزي دولت ته يو پرېکړه ليک هم وسپاره چې له دولت نه يې د ډنمارک سره د اړيکو شلول او د سوله ساتو له ډلې د ډنمارکي سرتېرو لرې کول غوښتي دي. ",وردګوکې لاريون په تاوتريخوالي واوښت. 1340, قاضي محمد حسن حقيار,"   قاضي محمد حسن حقيار   دروان زېږديز کال دجنورۍ په ٣١مه چې دهجري لمريز کال دسلواغې له ١١مې سره سمون لري دانګلستان په پلازمينه لندن کې دشاوخوا اويا هېوادونو دلوړ پوړيو استازو په ګډون يوه ستره غونډه وشوه. دغونډې بنسټيزه  موخه له افغانستان دنړيوالې ټولنې اقتصادي مرستې او پيوستون وو په دې غونډه کې چې دسياسي کتونکيو په اند څلور کاله وړاندې دبن تر غونډې وروسته دافغانستان لپاره ډېره مهمه وه له افغانستان سره  دڅه  دپاسه  لس ميلياردو  ډالرو نقدي  مرستې او  هر ډول ملاتړ اعلان وشو.   دا يو واقعيت دى چې په افغانستان کې تېرو ٢٧ کلنو جګړو دافغانستان ټول سياسي اقتصادي  ،کولتوري او ټولنيز بنسټونه نړولي دي ،هېواد مو دجګړو له پيل څخه ددمخه دور دسيالو هېوادو له کتار څخه ٦٠ کاله وروسته پاتې شو په دې معنى چې په اقتصادي ډګر کې زموږ دهغه وخت سيالو هېوادونو  دهرې ورځې، هرې مياشتې او هر کال په تېرېدلو سره پرمختګ کړى دى، آباد شوي چې دسوکالۍ او هوسايۍ په لور يې ګړندي ګامونه اخستي دي  خو بر عکس دتېرو ٢٧ کلونو په موده کې دهرې ورځې او هرې مياشتې په تېرېدلو سره زموږ دهېواد هماغه جوړ تاسيسات هم نړېدلي دي يعنې نور له ټاکلې نقطې  پورته تللي او موږ ترې ښکته تللي يو نو زموږ هېواد دتمدن له کاروان سره ديو ځاى کېدلو لپاره تر بل هر هېواد،  ډېر کار او زيار او دهېواد دبيارغاونې لپاره مرستو ته اړ او دنړيوالو مرستو   مستحق  دى او په دې خاطر چې دنړيوالې ټولنې  دبدن غړي يو او بيا ټپي غړى نو نړيواله ټولنه هم اړه ده چې دخپل ارام او استراحت لپاره زموږ په ټپ ملهم او پټۍ کېږدي، که نه نو تر څو چې زموږ پرهرونه څړيکې وهي نو نړيواله ټولنه به هم راسره نا ارامه، بې خوبه او ناسوکاله وي خو پوښتنه داده چې آيا دلته په افغانستان حاکمه اداره ددې مرستو دهضم ظرفيت  لري ؟ آيا دا نړيوال خيرات او صدقات پر ځاى مصرفوي .  او آيا لګولى يې شي ؟ آيا داتېرې دولس ميليارده ډالرېزې مرستې پر ځاى ولګول شوې .؟ دهېواد ورانې او ويجاړې پرې آبادې شوې؟  که سړى دهېواد دبيارغاونې دچارو دليدلو لپاره ذره بيني سترګۍ (عينکې) هم په سترګو کړي او ټولې رغېدلي چارې او رغول شوي تاسيسات پکې په داسې ډول وويني چې يو هم ترې پاتې نه شي نو هم ښايي ټول لګښت پرې له څو سوه ميليونو ډالرو څخه وانه وړي نو بيا دادولس زره ميليونه ډالر څه شول ؟  په دې رغول شويو کارونو کې هم نه دقت شوى دى نه يې فني او تخنيکي اړخونه سنجول شوي او دپيسو دسپما لپاره پکې ناکاره، له ټاکلي حد څخه کم او بې کيفيته مواد کارول شوي دي که داسې نه وي نو دکندهار - کابل سرک ولې له افتتاح څخه څو مياشتې وروسته بېرته کښېناست، دجلال آباد- کابل سړک کې _چې لا تر اوسه يې دجوړولو او پخولو کار هم نه  دى بشپړ شوى رسمي  پرانستل خو يې لا پرېږده _ولې بيا لښتي جوړ شول او ټول وچاودېد ؟ په بغلان کې  نوى جوړ شوى ښوونځى له پرانستلو دوه مياشتې وروسته ولې بېرته ونړېد  دوردګو په چک کې نوى جوړ شوى ښوونځى ولې وچاوديد؟  دجمهوريت روغتون وداني چې بيا رغاونه يې په ټيکه (اجاره)  ورکړل شوې وه ددې پر ځاى چې ټوله ونړول او له سره جوړه کړل شي دپيسو دسپما او اجاره اخيستونکي شرکت ته دډېرې ګتې لپاره يې آن هغه  نړولو ته هم زړه ښه نه شو  او دملا نصر الدلين هغه ټوکه ورسره وشوه چې  دونې په ښاخ ناست وو او له بيخه يې اره کاوه . دوى هم همداسې وکړل روغتون له ناروغانو ډک څو منزله ولاړوو او  دوى يې هغه  ستنې (پايې )چې همدا څومنزله  وداني پرې  ولاړه وه   تراشلې او دخلکو دتېر وېستلو لپاره يې چې ګوندې نوې  جوړې شوي ،     نوى پلستر او   رنګ ورکاوه    چې په پاى کې ټول روغتون راونړېد او دکارګرانو او دبسترد ناروغانو په ګډون لسګونه تنه مړه او ټپيان شول .   نو حکومت ته پکار دي چې لږ دخداى (ج) او ملت پر وړاندې مسئووليت احساس کړي  دملت   امانتونه او له دې دردېدلي ملت  سره دخلکو مرستې دې  بې ځايه   نه لګوي او داحتساب او پوښتنې لړۍ دې  پيل کړې .ترټولو مهمه دا چې دا مرستې بايد پر زير بنايي پروژو ولګوي داسې پروژې پرمخ بوځي چې ګټه يې هم دوامداره وي او پخپله پروژه هم دملت دپانګې په توګه پاتې شي . دا  مرستې بايد دفابريکو په جوړولو دکانونو په راوېستلو دکرهڼيز  دسکتور په قوي کولو ولګېږي او نړيوال او زموږ دهېواد داقتصاد پوهان ټول پر دې پوه او باوري دي چې نن سبا دپانګې اچولو لپاره  تر ټولو وړ ځاى  افغانستان دى . دبېلګې په توګه په افغانستان کې  دمسو کان، دحاجي ګک  داوسپنې کان، دکټواز، شبرغان ، سرپل او فارياب دنفتو او دشبرغان دګازو کانونه ډېره ښه پانګه جذبولى  او سلګونو زره هېوادوالو ته کار او روزي موندلى شي، سلګونو زره هکتاره  کرهڼيزې  ځمکې لرو چې  خړوبول غواړي  او ښايي  چې دهمدې اوسنيو مرستو يوه برخه ورته کافي وي چې له دې سره به مو هېواد پرپښو هم ودرېـږي او صادرات به مو هم ډېر شي اوس خو زموږ هېواد توليدي  نه، بلکې سل په سلو کې مصرفي هېواد دى او ترڅو چې يو هېواد په دې کټګورۍ کې قرار ولري نو پرمختګ نه شي کولى. دهېواد دماليې وزير يوې راډيو ته وويل چې په  افغانستان کې ١٣٠٠  کيلو متره  سرک پوخ او رغول شوى دى او ١٣ زره کليو کې د ملي پيوستون پروژې فعالې دي که دا ومنو نو آيا دولس مليارده ډالر همدې وخوړل، څومره چې زه معلومات لرم، ملي پيوستون هم سنجيده او تلپاتې  پروژې پرمخ  نه بيايي دبېلګې په ډول ډېرو کليو ته يې دبرېښنا لپاره جنراتورونه ورکړي دي خو يوه مياشت وروسته يا خراب شوي او يا يې کليوال د روغنياتو له عهدې وتلى نه شي چې اوس پرې تاوان دي . نو که دکليو دبيا رغولو اوپراختيا وزارت چارواکيو ددې ١٣ زره کليو په ګډه پانګه يو ستر د برېښنا بند جوړ کړى واى نو آيا دا به ډېر ګټور نه وو؟  داوبو او برېښنا وزير وايي چې له پرديو هېوادونو څڅه راتېرېدونکې برېښنا موږ ته اقتصادي او ارزانه پريوځي خو آيا دوى دا په نظر کې نه نيسي چې هېواد به مو ترڅو دپرديو په برېښنا روښانه وي ؟ ولې پرديو ته دلسو کالو بيه يو ځل په يو بند ونه لګوو چې  خپل ملکيت، خپل واک او خپله برېښنا  مو وي.  دهغې سروې له مخې چې دثور له کودتا څخه دمخه ترسره شوې دکونړ په سيند  دبرېښنا بند شاوخوا ٦٠ ميليونه ډالر غواړي چې ورسره مو هېواد ته   شاوخوا اتيا ميګاواټه   برېښنا ورکوي  او لسګونه زره هکتاره دښتې هم خړوبوي چې دسروې ټول کارونه يې هم ترسره شوي دي نو له دولس ملياردو تېرو او لس ملياردواوسنيو ډالرو څخه ٦٠ ميليونه ولې پرې ونه لګول شي .   نو که حکومت غواړي چې هېواد مو ودان شي بايد بنسټيزو موخو او پروژو  ته مخه وکړي او داختلاس او اداري فساد مخه ونيسي که نه نو ښايي چې نړېوال به نور پر موږ باور ونکړي   ", د افغانستان په اړه دلندن کنفرانس 1341,محمدظفرتڼی," کلک دې په خپل ښکلي ايمان اوسيږه پښتونه ته هميش سلطان اوسيږه تش په سرو سپينونوم ګټلي نه شي لکه مجنون غوندې قربان اوسيږه ژوندته په يوه سترګه کتل ښه نه دي کله چورتي کله خندان اوسيږه ته په اغزيوکه ږلي اوريږي مړاوي ګلانوته باران اوسيږه په پيسوهيڅ انسان موړشوي نه دي څه چې لري په دغه خان اوسيږه خيردی (تڼی) ته که اشنانه اوسي ښکلي پښتوته خوجانان اوسيږه نيټه ٢٧\\١٢\\٢٠٠٣ اوکرين چيرنيوڅي ښار ",زماپه فکر 1342, محمدظفرتنی,"  که بي له ګلو سپرلی راشي سپرلی نه دي  د يار له ميني ليونی، ليونی نه دي  چې يي د ميني اور په زړه ګې نه بليږي  عمريي پريږدي هسي ډانګ دي زلمی نه دي  دټول جهان ښايست دچاکه په نصيب شي  بي پښتو وايم ګلالی ، ګلالی نه دي  چې له ګيدړې ننووتی وي په غار خپل  زه نه پوهيږم کوم حيوان دی زمری نه دی  په پښتو کې له پښتو چې په څنګ تيرشي  دا شاعر بدل دی که اصلي تنی نه دي ؟  نيټه ١٢ \\٥\\٢٠٠٥  اوکرين چيرنيوڅي ښار ", نه دي 1343,اسدالله زمری,"  بې شمېر ووژل بمو نو او ګو لېو  څه نا اهله کور بنو او څه پردیو پاتې نه شو څوک چې قبر بل ته جوړ کړي د ښتې ډکې شوې په ښځو او سړیو  هر یوه ده فاتحه خپله اخیستې هر یوه ته کفن جوړ دې له کالیو د ا فغان د شملې پت ئې ور په ځای کړې مخ کړې تور د پلورل شویو ګوډاګیو دا دغلو داړې به څو پورې وې جوړې نور کړو تنګ بی غیرتیو ، شوکماریو د فساد او د نفاق نامه کړې ورکه خدایه خلاص مو کړې له ډیرو سپکاویو چې لا نور هم اوروي باران د مړینې دیو د مرګ ئې خدایه موړ کړې په بچیو د زړه سوز مې داسې غواړي هره ساه کې کنډوالې ئې کړې ته جوړې له ماڼیو  دغه دعا ا و که ښیرا ګڼې خاونده! دا خبره مې ده ډکه له زاریو ۲۰۰۲.۵.۲ ", زارۍ 1344,اسدالله زمری,"  ما به د اوښکو ډنډ کې نه لمبوې ما به د ساندو په سوز نه سوځوې زه د لمبو په تل کې سور سمندر  ما به د څرې په اور نه ویروې زه د یرغل او د بریو ستړي ما به د جنګ ډګر ته نه هڅوې زه د لوټ شوي سر منزل لاروی ما به د جل په ځلا نه غولوې زه د سجدو او پرستش نه بیزار ما به د چا پښو ته نه ټیټوې زه د تقدیر لېکو ته اور د نیستۍ ما به په دغو لومو نه بندوې زه د اجل په کاله چغه د مرګ ما به د مرګ په قاصد نه ګواښوې زه په څپانده سمندر کې ماڼو ما به په زوږ د نسیم نه تخنوې  زه مې د ژوند څراغ ته اور لټوم لکه نړۍ ځانته لوی کور لټوم  ۲۰۰۲.۷.۱۲ ", ګواښ 1345,اسدالله زمری,"  «مات» ئې چې د یو نظر کتو نه شم دود دې له دې سترګو پښتنو نه شم تاته چې د بد و سترګو سپر ګر ځي کاش ددې مجمر له سپیلنو نه شم و به بولم هغه وخت خندا ځانته خلا ص چې له ژړا او له سلګو نه شم خپلو د یو سف کانې را وکړې څنګه ګیله من زه له پردو نه شم ؟ ما ته چې کنګل لکه سکروټه شي پټ زه له لمبو که له اوبو نه شم ؟ ته وې د زمري په خوله کې شپه او ورځ ځار دې د نامه له ترانو نه شم  ۲۰۰۲.۱۱.۱۷ ", مات 1346, اسدالله زمری," د حمزه شینواری د«چې دې زلفو ته نظرکړم لیوني خوبونه وینم  = چې د ووینمه سترګې غرڅني خوبونه وینم» په اقتفا  چې دې وګورمه سترګې لیوني خوبونه وینم چې دې زلفو بوی دې راشی غرڅني خوبونه وینم د غربت په ترږمو کې د تیارې بلا اوریږي چې بریښنا دې دې غاښو شي توفاني خوبونه وینم ستا د کلي په کوڅوکې که ځای نه شوه زما مېنه د جنون په ځنځیرو کې ساراني خوبونه وینم نن په داسې اور ولاړ دی چې قدم د سبا سوځي د لمبو کلي ته ګورم ،پروني خوبونه وینم د زمان د لوبو پای ته ، د نظر سر نه رسیږي دې ملنډو ته ژړا کې ، خندني خوبونه وینم مات تندي ته د تقدیر مې نا هیلیو ماته ورکړه د یو ووړ امید له تورې میړنی خوبونه وینم  د زمري دسترګو کنج کې لا د اوښکو څاڅکي ښکاري ددې ستورو له ځلا نه ، څه یاغي خوبونه وینم  ۲۰۰۲.۱۱.۱۷ ", یاغي خوبونه 1347,ډاکتر ماخان شينوارى," ډاکتر ماخان شينوارىد بينوا درنې ويبپاڼي يو کمپاين پيل کړى او پښتانه يې دې ته رابللي، چي « په مورنۍ ژبه د زده کړو اړتيا» باندي خپل اندونه او وړانديزونه وړاندي کړي۰ ما د زياتو پوهانو اندونه او وړانديزونه په همدې درنې ويبپاڼه کي ولوستل، چي خورا ورته خواشينى شوم۰ دا داسي نه ده، چي ګوندي موږ پښتنو دا ستونځي پخوا نه درلودې، دا ستونځي له موږ سره تل مل دي او موږ تراوسه لا د دې ګيلو څخه ازاد نه شو۰ د ښاغلى ډکتر افغان په ليکنه، چى خپل کوچنيان يې د درسي ستونځو له امله چي په دري وو له ښوونځي ويستلي۰ښاغلي ډاکتر افغان خو به خپلو کوچنيانو ته هيله ده پخپله درس ووايې ۰ زموږ د پښتنو کوچنيانو ستونځۍ دورمره دي، چي د زياتو پښتنو کوچنيان، په دري ژبه د نه پوهيدلو له امله د کمي ناروغى سره ګير کيږي او ښوونځۍ د ناروغۍ سره مل پريږدي، چي ټول ژوند يې بيا هراړخيز خراب وي۰ زما يوه ليکنه د ټول افغان په درنه ويبپاڼه کي د « ژبى مري» سرليک لاندې خوره شوې، چي هلته مي زيات څه څيړلي، خو دلته بيا ځينو ته ګوته نيسم، که څه هم تکرار به وي۰زما د ترور زوى په کابل کي غوښتل خپلو کوچنيان سره درس ووايې ، چي کتاب يې راواخسته نو په دري وو او فارسي شعرونه پکښې وو۰ هغه د سعدي شعرونه وو، له پنجکتاب څخه يې رانيولي وو، ما ځکه فارسي وليکله، چې سعدي (ر) خو فارسيوان يا پاړسيوان وو او نه افغان، چي په دري وي۰ما پخپله د سعدي کتابونه تر ګلستان او بوستان پورې لوستلي، بى له دې، چي په پوه شوې يم او همدا اوس مي، چى دا لوست وليد نو ورته هکپک شوم، دا له دې امله، چى د ځينو لغاتو په مانا يې زه دا اوس هم نه پوهيدلم۰د دويم ټولګي کتاب داسي پيل کيدهکريما ببخشايې بر حال ما == که هستم اسير کمند هوا » بخښنه غواړم که ليکنيزې ناټيکوالى پکښې وي« ما سملاسي سهار دا کتاب واخست او د ځان سره مي د علومو اکادمۍ ته ، چي ما هلته د شپږو مياشتو لپاره کار کاوه، يووړ او هلته مي استادانو يا د پوهي خاوندانو ته مخ ته کيښوده او ومي ويل چي « د دې کتاب پوهيدل خو دري ژبو ته هم پوره ستونځم دي او د دري ژبو کوچنيانو سره تيری دی، او د پښتنو کوچنيانو سره خو سوچ ظلم دى، چي د يوې خوا په دري درس ويلو محکوم او له بلې خوا په داسي فارسي، چي په هغي زما غوندي پښتانه هم نه پوهږي۰ تاسو باور وکړى، چي زه د دي نن ورځي پوري په کمدى باندى نه پوهيږم، چى کمندي هوا يانې څه۰د دريم ټولګى کتاب يې بيا په نام حق بربان۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰- بخښنه غواړم، چي دا کتاب له ماسره نه شته او دا نور مي له ياده ووت-باندى پيل کيده۰ ګوری، چي داسي درسونه ، چي له يوې خو اپښتانه کوچنيان له خپلې ژبي بې برخي پاتي شي او له بله پلوه ه داسي د سعدي په ستونځمنو شعرونو پيل کيږي څنګه د روحي رنځ سره نه مخامخ کيږي۰ ما چى هر پښتون ليدلى په کابل کى کوچنيان يا سوچ له درسه پاتي دي او يا څو کاله وروسته دي، چي ناروغي ورسره مل کيږي مخ ته يا وروسته به دوي هم ښوونځي پريږدي او يا به د ښوونځى څخه په پاخه عمر راوزي، چى دا ټول په ځان پسي روحي ستونځې لرلى شي۰ پښتانه له دې امله د کمۍ په رنځ ګير دي او دې ته غاړه هم نه ږدي وايې چي ګوندي ډيري ژبي زده کولی شي۰ دا چي هرڅوک ډيري ژبى زده کولى شي يوه بله بيلګه به راوړم: زه د افغانستان په هکله يوه سيمينار کي د يوه تاجک افغان سره مخامخ شوم۰ ما ترې په پښتو وپښتل چى ډاکتر صاحب لوړي زده کړې په فرانکفورت کي کړي؟ هغه بى انده وويل، » متآسفانه په پښتو نه پوهيږم(ژباړه )» ۰ زه پوره خواشينی شوم که څه هم موږ پښتانه له داسي افغانانو سره زيات مخامخ کيږو او ډيرو پښتنو متآسفانه دا منلې هم ده او تل له خپلي پښتو تيريږو۰ زه په دې زيات خواشينى شوم، چى زموږ دا افغان په انګريزي ، دري ، الماني ، فرانسوي ، عربى پوهيده، خو په پښتو نه پوهيده لکه، چى هيڅ يې اوريدلې هم نه وي۰ زه او دی بيا له دې وروسته په الماني غږيدو، ځکه چى زما دري هم دومره خوندوره نه ده۰ سهار مړۍ مو چي خوړه زه او دى په الماني غږيدو يو بل پښتون هلته ناست دى وايي، چى تاسو نو ولي په دري نه غږيږی دا په دې مانا، چى زموږ دې پښتانه افغان هم پښتو له فکره غورځولې وه او نابلده ورته بريښېده، چي ګوندي زه » پښتون « دي نو ولي له دې افغان سره په دري ونه غږيږم او ولي دي ګوندي پښتو پرې نږدم۰ د دې خبري سره سم زموږ دې بل ورور افغان ورته وويل، چى ډاکتر صاحب شينواري له دري سره حساسيت لري، ما ورته وويل، چى ډاکتر صاحب محترم ولي ما باندې دا ګناه اچوي، چى زه له دري حساسيت لرم ما خو هيڅ کله تاسو ته نه دي ويلى، چى ګوندي زه دي په دري ونه پوهيږم، زه په دري پوهيږم تاسو چي هر څه وايي، خو زه چى د افغان سره غږيږم دا مى خپله دنده بللې، چي پښتو نه پريږدم ځانګړي هغه افغانان دي، چى بي ليکلوسته دي او مورني ژبه يې پښتو نه ده، د هغو سره پيدايښتي ده، چى بيا په دري غږيږم۰ په هر حال اوس هغه خپلي اري موخې ته راځم۰په افغانستان کي پښتو سراسري رسمي ژبه ده، دا په دې مانا، چي نه يواځي کابل کى بلکې د افغانستان هر ګوټ کى پښتنو ته بايد او بياد د قانون په بنسټ په پښتو ژبه درسونه وي، همداسي د دري ژبو لپاره هم غواړم، چى د همغه قانون په څلورديوالي کې دوي لپاره د اړتيا سره سم درسونه په دري وي ۰ دا حق بايد د نورو لږکيو لپاره هم وي۰ پوښتنه ده، چى ايا موږ بايد وړانيديزونه وکړو او که څنګه؟نه موږ ددې وړانديزونه نه کړو بلکۀ دا غواړو۰ دا د حکومت دنده ده، چى د افغانستان په هر ګوډ( ګوټ ) او په هرځاي کى د پښتنو لپاره بايد په پښتو درس ويينه کيدونکې کړي، دا حق قانون ورته د اړتياو له مخي ورکړى۰ د دې کار نه کولو لپاره بايد هيڅ دليل ونه منل شي او دا ټول امکانات بايد دولت يا حکومت چمتو کړي۰زما وړانديز پښتنو ته : پښتانه د دې اړتياو په مخ بايد د حکومت څخه دا وغواړي، چي د پښتنو د کوچنيانو لپاره درسونه په پښتو برابر کړي او د دولت هيڅ پلمه ونه مني۰ خپلۀ بايدد ښووني او روزني وزارت څخه دا جدي وغواړي او که نه بيا بايد عريضه په وکړي۰ دا د قانون ماتول دي قانون ته په ناقانوني سترګه کتل دي۰ دې زوريدنې ته دى ګران پښتانه پخپله وګوري، چى څومره روحي ستونځي د غټو او وړو لپاره دا په ځان پسي لري۰پښتانه بايد پښتانه شي او خپلې ژبي ته په درنه سترګه وګوري او خپله ژبه د بل چا دخوښي لپاره له خبرو ونه غورځوي۰پښتون بايد د خپلي ژبي سره مينه ولري، زموږ تاجک ورونه د خپلي ژبي سره مينه لري او دايې حق دى بيا وايم، چي دا ښه کار دى او دايې حق دی۰ پښتون دې د پښتون له حقه نه تيريږي ژبه د ولس مليکيت دى او پريښونه يې د خپل ولس سره تيری دى، همداسى پښتانه هم بايد قانون ترپښتو لاندې نه کړي او خپل ليک لوست او ورځنۍ خبري په پښتو کړي۰ په دې لار کي بايد متين ګامونه واخستل شي، چى بيا پښتانه پښتانه نه پاتيږيدا په کابل کې او د افغانستان هرګوټ کي د پښتنو دنده ده، چي پري نه ږدي پښتو له پښو وغورځول شي، دا کارونه، چي پښتو له پښو غورځيږي پخپله پښتانه کوي او پښتانه نور بايد له دې کاره لاس په سر شي، دا کار غواړي د قانون په څلورديوالي کي۰ هيڅ څوک او همداسي پښتانه دا حق نه لري، چى د بل د ژبي او کلتور سره تيری وکړي۰ دپښتون د ډيرکي په ډول بايد دا دنده هم وي، چى په افغانستان کې پری نه ږدي، چى کومه بله ژبه د لږکيؤ ژبه هم زيانمنه شي، موږ يو ډيرکلتوريز هيواد يو او ټول کلتورونه مو بايد د قانون په څلورديوالي کي ولمانځل شي او وده و رکړاى شي۰په المان کي د پښتنو په هلو ځلو پښتو د دويميى او يا دريمى ژبي په څير منل شوې ياني دلته پښتانه کړاى شي، چى د انګريزې يا د بلى ژبي په ځاي پښتو ازموينه ورکړي۰په افغانستان او په ځانګړي توګه کابل کي دا ميندې او پلرونه تل او هره ورځ دا د حکومت څخه وغواړي تل او هره ورځ حق لري، چي قضا ته لاړ شي او په حکومت عريضه وکړي، دا يې حق دی دا يې د قوم حق دی او د قوم دحق څخه بايد څوک تير نه شي او نه ترې تريدني ته اړباسلى شي۰ زه په دې ايمان لرم، چى دا به په افغانستان کي د ملت جوړيدني سره مرسته وکړي، يو د بل سره پوهيدنه او يو بل ته په همداسي سترګه کتنه لکه ځان ته ،دا وروري توانمنده کوي او د ملت د جوړوني لپاره متين ګام دى۰يو لوريز هيڅ نه کيږي ، هرڅه بايد دوه يا ډير لوريز يا کۀ غواړي هرلوريز وي او بسله دې ورسته له دې څخه بايد نور ځانونه خپلواک کړو، چي په خپل هيواد کي دي بې له خپلي ژبي يو۰ملامتيا په بل چا نه اچوو، دا زموږ د پښتنو ګناه ده، چې لا نور هم خپله ژبه پريږدو او که دا په هرځاي کى يو۰ پښتانه چى په کابل کي د چا سره مخامخ شي نو سملاسي پښتو پريږدي، چې پرې وغږيږي۰ فکر کوم، چي په پښتو ويلو شرميږي او ځان ورته کم بريښي قانون ، قانون او بيا قانون او قانوني کړه وړه ",په پښتوښوونځي دهيوادپه هرګوټ کي قانوني امر دی 1348,حبيب اله غمخور,"  ليکونکۍ : حبيب اله غمخور  لومړۍ برخه  پدې شپو او ورځو کښې دنړۍ او افغانستان په مطبوعاتو کښې دافغانستان په اړوند په لندن کښي دجوړ شوې نړيوال کنفرانس دپرېکړوپه هکله زيات تاوده بحثونه روان دې . دافغانستان دولتي چارواکې هم ددې لپاره چې وکولاي شي په راتلونکې کښي دپارلمان څخه داعتماد درايه دترلاسه کړې دغربې راديوگانو او نوروخبري رسنيو په مټ دلندن دکنفرانس دپريکړو په رڼا کې يوځل بيادوعدواو هر ډول چوپړ دتر سره کول تبليغات کوي اوهيوادوالو ته څرگندوي چې نړيوالو ددوي کارونه تايد کړه اوگوياداددوي دنه ستړي کيدونکې کار پايله ده چې بهرنيان حاضر شول چې ((لس ميليارداو پنځسوه مليونه)) ډالره مرسته وکړې او پنځوس په سلو کې ددولت په واک کې ورکړې تر څو دبيارغاوني په لار کښې يې مصرف کړې .  دټولو نا اميديو سره بياهم افغانان دافغانستان په اړوند دنړيوالو او سيميزو کنفرانسونو جوړول ، دخپل هيواد دسياسي اقتصادي او فرهنگي ناخوالو دله منځه وړلواو افغانستان دنه هيرولو دښې بيلگې په توگه دارزښت وړ بولې ،داسي حرگنديږي چې پدغه کنفرانس کښې نړۍ يو ځل بياخپلي ژمني نوې کړې .  کله چې په 2001ز کال دسپتمبرپه 11 نيټه په امريکا کښې داسي شر پيښ شو چې دافغانانو پکښي خير راڅرگنديده سره له دې چې افغانان دهيچا په وژلو نه دې خوښ اودنيويارک دتروريستي بريد له بيگناه قربانيانودکورنيواو دوستانو سره ځانونه په غم کښې شريک بولې ،دا اميد پيدا شو چې دا ځل به هغوي چې دبشريت ،آزادۍ ،دموکراسۍ ،اجتماعې عدالت ،او بشر دحقوقوددفاع په نارو دنړيوالو غوږونه کاڼه کړې وه دافغان ولس پر حال رحم وکړې او هغوي ته به دانسان په سترگه وگورې اونوربه دخپلو سياسي ،اقتصادي او پوځې گټو دترلاسه کولو په خاطر داولس دومره ونه زروې کوم چې دزورونې او کړېدنې بيلگې يې دنړيوالو جگړو په تاريخ کښي هم نه ليدل کيږې . کله چې امريکادطالبانو درژيم نسکورېدو اود هغوي دنړيوالو بنسټپالو ملاتړو (دالقاعدې ترهگرسازمان) دجرړو ايستلو ته ملاوتړل د مځکنې او هوايي بريدونو په پايله کې په سلهاو بيگناه انسانان قرباني شول ،ډول ډول بمونه واورېدل ، په هيوادکې چې څه ودان پاته وه يوځل بيا په خرابو بدل شول ؛ په هر صورت افغانانو داټولې ستونځې او ناخوالي، دپرديو دوسلوال تيری په گډون دملې گټو او په هيواد کې دروښانه راتلونکې په خاطر ومنل دروښانه راتلونکی په خاطر يي دهر ډول مرستونه دده ونه کړه .  دطالبانو رژيم نسکور شو دالقاعدې سازمان مشران دطالبانو سره يو ځاي هغې خواته روان شول کوم چې له هغه ځايه راغلې وه ،که دامريکادحملو په پايلو کښي طالب چارواکې وارخطاشول مگردهغو نړيوال ملگرې له دې امله چې دهر څه نه خبر وه په سړسينه ټول طالب چارواکېاودالقاعدي په سازمان پوري تړلي کسان تر ټاکلو ځايو پورې چې هلته ددوي امنيت خوندي وې ورسول دپاکستان په خاوره کښي دهغه هيواد داستخباراتو دسازمان په مرسته ددوي داوسېدو لپاره ټاکلي ځايونه په نښه شول ،او يو شمير يې دايران خاورې ته ولاړل . په عوض کښي يې هغه ډله چې په هيڅ صورت دافغانانو لپاره دمنلو وړ نه وه او دهمدغي ډلي وحشيانه کړنواو نارواوو افغانان مجبور کړه چې دطالبانو تور رژيم چې دهيواد دتاريخي دښمنانو په مرسته او ملاتړ هيواد ته راغلل دخپلو چارواکوپه توگه ومنې ؛ داشړل شوې يو ځل بياپر روسي ټانکونو ،پلنگي درشيو،پکولونواو له طالبانو نه ورپاته ډاټسن موټرانو دکابل په وينو لړلې ښار ورننوتل ،دکابل دښار دزورېدلو او کړيدلو اوسېدونکو پر زخمونو ددوي په ليدو سره يو ځل بيا مالگې ودوړېدې . دې ډلو دطالبانو دځپلو په نامه هغه څه وکړه چي تر اوسه يي دهيواد په شمالي اومرکزې سيمو ، دکابل دښار په شاوخواوکې دانسانانو دهډوکو په راټولو خلک ستړي دې ؛ داچې دبشر دحقوقو نړيوالو سازمانو ددغو ناندريو ،تيريو او ظلمونو په هکله غبرگونونه ښکاره کړې فکر کوم دسپين کاغذپه زرهاو پانې پري تورې شوې دې . دطالبانو درژيم دړنگېدوپه اولو شپو او ورځو کښي جنگسالار ،قوماندان ،دزور او زرخاوند هر چېرې چې وه ددولتي واک دتر لاسه کولو او خپل محلې نفوذ دټينگولو په خاطر هغو ځايوته ځانونه ورسول کوم چې ددوي لپاره گټور و . دبن په کنفرانس کښې چې د2001ز کال ددسمبر په مياشت کې جوړ شو دافغانستان دسياسي اقتصادي او پوځي دراتلونکې په هکله پريکړې وشوې ؛ ديادولو وړ خبره داده چې پدغه کنفرانس کې د هغو ډلو او تنظيمواستازو برخه درلوده کوم چي دکنفرانس راغوښتونکوددوي دگډون سره علاقه درلوده . داکسان په هيڅ ډول دافغان ولس لخوا دغه کنفرانس ته نه وټاکل شوې اونه يي دهغوي استازيتوب کولاي شويعنې په حقيقت کې په کنفرانس کښي دافغان ولس استازيتوب نه و. دبن دکنفرانس دپريکړو په برکت هغه جنگسالار ان چې دطالبانو درژيم دنسکورېدوله امله دبماوريوپه پايله کښي يې ځانونه دهيواد په سياسي ژوند کې مطرح کړه دښاغلې کرزي سره يو ځاي دمؤقتې اوعبوري اداروپه جوړولو مکلف شول . متأسفانه دهيواد دراتلونکي برخه ليک خښته په همدغه کنفرانس کې دافغان ولس دارادې او غوښتني خلاف کږه کښيښودل شوه،همدا لامل دۍ چې تراوسه هېڅ بار تر مزله نه رسيږې اونه هم داماڼۍ جوړېږي . له بده مرغه دبن په کنفرانس کښي دحياتې او ارزښت لرونکو دندو سرته رسول،دسولې ټينگښت،سياسي ثبات ،ددموکراتيکو ارزښتونو پلې کول،او مدنې ټولنې جوړول ددې په عوض چې ديوملې حکومت او ولسي ځواک پر غاړه ورواچول شي ، تفکسالارو، جنگسالارو يا هغو ته چي په جنگې جرمونو او جنايتونو تورن دې او لاسونه يې تر څېنگلو دولس په وينو ککړوه وسپارل شوه؛له پورته نه تر کښته له هغې لومړۍ ورځي بياتر اوسه دولتي قدرت دهمدغوډلو په واک کښي پاته شو. سره له دې چې امريکا په عراق کښي دصدام درژيم دراپرزولو پروژه هم ترلاس لاندي ونيول دصدام حسين رژيم دطالبانو درژيم په څير نسکور شو ، په حقيقت کې امريکا هلته تر افغانستان زياته مصروفه پاته شول او تراوس هم کوم ليدونکې لاسته راوړنه نلري ،بياهم ددې لپاره چې هغه دچاخبره يوه داوړو پزه يي جوړه کړې وې په افغانستان کې يو په بل پسې دخپلو سيميزوپاليسيواو گټو په رڼاکې په هيوادکې دسياسي ثبات او اقتصادې جوړونې په خاطر په توکيواوبرلين کې يوپه بل پسې نړيوال کنفرانسونه جوړکړل .پدغو کنفرانسو کې دنړۍ يو شمير هيوادو برخه اخيستې او افغانستان سره يي داقتصادي او تخنيکي زياتومرستو وعدي کړي دي . څرنگه چې تر اوسه په دولتې اداره کې جنگسالار ،بنسټپال او محلې زورواکان غوښن ځاي لرې او دهغوي گټه په يوه سالمه اداره ،امنيت ،دموکراسۍ او ټولنيزعدالت په تأمين کې نشته هر څومره چې بهربيان مالې او مادي مرستي افغانستان ته رالېږې ورکيږې ،او گټه يې افغان ولس ته نه رسيږې . له افغانستان سره دمختلفو هيوادو اوسازمانو له لارې په مليارډو ډالره مرستې شوې اويا پور ورکړه شوی دۍ . پدغو څه دپاسه څلوروکلو کښې دورکړه شوو مرستو څخه ((8400))ميلونه ډالره لگول شوې دې ، ددومره زياتو پيسو دلگښت ثمره دچارواکو په وينا ددرې زره کيلومتره سړکونوبيا جوړونه،په ځينو ولاياتو کښي دروغتونو،کلينيکو او ښوونځيو جوړول ، په ((13)) زرو کليو کښي پراختيايي پروژې اوداسي نوري وړې لاسته راوړني يادوي . په ټول قوت تبليغ کيږې چې دبن دتوافقاتو او پريکړو ټول سپارل شوې دندي سرته ورسيدې ،مگر په هغومره خوشحالۍ او افتخار چې يې زموږ دهيواد دولتي چارواکي تبليغوي کارونه ندې تر سره شوي . دابه ومنو چې مؤقته اداره په عبورې بدله شوه ،دوي لويي جرگې دميليونونو ډالرو په مصرف جوړې شوې ،چې تر گټو يې تاوان زيات و،دبيلگې په توگه په دغو دواړو جرگو کښې ټوپکسالارو ،بنسټپالو او محلې قوماندانانو وکولاي شول خپلې ارادې او غوښتنې دقومونو ،ژبو،مذهبې اړيکونه په استفادې سره افغان ولس دومره دملې بې اتفاقيو او اختلاف ډنډ ته ورټيل وهل چې دهغه څخه خلاصون به په ډيرو لويو جرگو تر سره نشې،ددولتي چارواکودهمدغوڅه دپاسه څلوروکلونو دکار ثمر دۍ چې په ټول هيواد کې دژبو،لهجو ،مذهب سيمواو قومونو تر منځ اختلاف دداسي دښمنۍ سرحد ته قابو سويدۍ چې همدالهظه پاکستان ايران او دالقاعدي سازمان په افغانستان کې دبي ثباتۍ او کورنې کړکيچ ،ترهگريزو بريدونو دسرته رسولو لپاره په پراخه پيمانه گټه اخلې ،که رشتيا وويل شي ديو زيات شمير دولتي جگپوړو او منځنيو حلقو لخوادولس په وړاندي دنامعقول سياست او چلند پايلو دالقاعدي او تالب جنگياليو ليکې غښتلې کړي دې . پدغه موده کښې دداسي اساسي قانون جوړشو چې دتصويب له هغه لومړۍ ورځې نه يې ډير زياتو تغيراتو ته اړتيا ليدل کېده ، خو پر هرڅه سترگې پټيدلې ، پلان بايد عملي سوۍ واي اونړيوالو ته ښودل شوي واي چې هر څه پر خپل وخت پلې کيږې ؛ په همداسي بېړه دپارلمان لپاره وکيلان وټاکل شول . داچې ددولتي چارواکو دبيغورۍ او ځاني گټو دساتلو په خاطر پارلمان ته چا لاره پيداکړه ؟ په ټاکنو کې څومره ټگۍ برگۍ وشوې ؟ولې پارلمان ته زيات شمير هغو لاره پيداکړه کوم چې داديرش کاله دملت په زورونه اودهغوي دوينو په زبېښنه مصروف وه،تل يې دهيواد په ورانۍ کښي دخپل کور آبادې ليدلې ده ،ځکه به دالويه او تاريخې جفاوي چې داډول کسان دملت داستازوپه نامه ونومول شي . پدې هر څوک ښه پوهيږي چې دولتي چارواکې دخپل مقام او واک دساتلو په خاطر پر هر څه سترگي پټوې ، دداډول وکيلانو په اړوند دخلکو دسوال په مقابل کې هغوي وايي : هر څوک چې دۍ ،هر ډول بده سابقه چې لري يا يي نلري داکسان خلکو ټاکلي دي . دوي هيره کړېده چې همدا خاموش ملت په هر څه پوهيږې ،هر څه ويني او هر څه اوري . په پارلمان کښي اوسنۍ حالت په يوه او بله بهانه دکارونو ځنډول ،دحياتې موضوعگانو په عوض پر فرعي مسايلو دوخت ضايع کول اوداسي نوري ناخوالي چې دير ژربه راڅرگندي شي دافغان ولس ددې ادعاچي له پارلمان څخه يي لاس پريمينځلۍ دۍ ښه ثبوت کيداي شي .  زه اوس نه غواړم پر دغو پروژواود ميليارډو ډالرو پر بېځايه مصرف په تفصيل بحث وکړم کوم چې دا ښاغلې يې هر ورځ يادوې ؛ دومره ويل غواړم چې زياتې پيسې دبياجوړونې په نامه حيف وميل شوې او دچارواکو جيبونو ته و لوېدې .دبيلگې په توگه دکندهار کابل لويه لار ډير ژر کنډو کپر شوه ، ځينې روغتونونه او کلينيکونه جوړ شوې چې ددوي په وينا شمير يي 2000 ته رسيږي خو هلته ډاکتر او نرس درک نه لرې او که شته يو يادوه نفره ،په ډيرو ځايو کښي نرس دډاکتر دنده تر سره کوې ،هغه وسايل چې ددغو مؤسسولپاره ضرورې دې بيلگه يې نشته ،هر ورځ ويل کيږې چې په زرهاو کليو کې دبياجوړونې کار روان دۍ ،په هر کلې کښي(( 30000)) ډالر لگول شوې دې ،مگر کله چې دکليو داوسيدونکو نه پوښتنه کيږې هغوي په خبر هم ندې سوال پيداکيږې چې داپسې چيرې لگېږې ؟؟. په ځينو ځايو کې به کوم پلچک جوړ شوۍ وې ،ياکوم داوبو ورخ ،اوپه کومه کوڅه کښې به شگې اچول شوې وې ولې په حقيقت کې داعبث لگښت دۍ ؛موږ په لومړي گام کې هغو پرژو ته اړتيالروکوم چې هغه توليد وکړې ، په توليدې پروژو کې به له يوې خوا په کلې يا ښار کې خلکو ته کار پيداشي او له بله طرفه به داړتياوړ توکي توليد شي . چارواکې د2000 ښونځيود جوړېدو خبري کوې او وايي په ميليونو شاگردان ښوونځېو ته ځې ،داهم ټول تبليغې بڼه لرې دتل په شان په اوبو کې لوټه ايښودل شوې او چارواکي پر تير شوې دې . دغه ښونځۍ چې دوي جوړې کړې دې اکثره يې ښوونځۍ ته ورته ندې ،هلته دکتاب ،لابراتواراو نورودرسي لوازمو درک نشته ، دميز او چوکۍ خبره خو هيڅوک نکوې ،داچې په کومه سويه ښوونکې هلته شته دابل سوال دۍ ،دفبرورې په څلورمه دکندهار دپنجوايي دولسوالۍ ديوې ښوونځۍ دپنځم ټولگۍ شاگرد دژورنالست ديوې پوښتني په ځواب کې وويل : زموږ په مکتب کې پخوا ((درې سوه)) شاگردان وه ،څرنگه چې درس او کتاب نشته ټول ولاړ ل اوس تقريبا ((90)) تنه پاته يو ، معلمان دمعاش اخيستلوپه ورځ راځي او زموږ سره پر ميزو ناست وې .... په سلهاو داسې بېلگې نورې هم شته .داطبعې ده چې په دومره ټيټه تنخواکله څوک حاضريږې چي دښونکې دنده پر غاړه واخلې ،که دامنيت راوستل دزيات ارزښت لري ،نودبيسوادۍ له منځه وړل دملي کدرونو تر بيه او روزنه زموږ دهيواد دراتلونکی اساسې لورۍ ټاکي او بيله دئنه چې دناپوهې کمبله ټوله نشي دوحشت ،نا امنۍ او ټولو ټولنيزو ناخوالو دکمبلې ټولو ناشونۍ کار دۍ ،خو متاسفانه دولتي چارواکي خپل وخت اودپرديو خيرات او قرض په هغه لگوي کوم چې گټه يي دوي ته رسېداي شې . که ليرې پرتو ولاياتو اوولسواليو ته ولاسو ،لکه ارزگان ،دايکنډي ،باميان ،زابل ،غزنی ،بادغيس ،پکتيا،پکتيکا ،خوست ،فراه اونوردماشومانو سره دچلند حالت دزغم وړ نه دۍ او نه هم ددولتي چارواکو لخوا دهغوي ساليمي روزنې ته کومه پاملرنه شوېده . هلته حالت تر دغه نورهم زيات زړه دردونکی دۍ ، پوهنتونونه دعالي او مسلکي مؤسسو ناخوالي خو غرونه غرونه پراته دې سپړل يې زيات وخت غواړې . هيڅوک نه پوهيږو چې چارواکې پخپلو دغو غلطو اوله حقيقت نه ليرې راپورونو سره څوک خوشحالوې او څوک غولوې ؟؟؟ دمخابراتو ،پوستي خدماتو او برېښنا په هکله تر اوسه څوک فکر هم نه کوې ،دشرم خبره ده چې په پنځو کلو کښي دولاياتو او ولسواليو تر منځ نشې کيداې ليک او يابل کوم پارسل ولېږل شې ، شپېته کاله پخوا داکار دسړيو پواسطه تر سره کيده چې ډاگي يا پوسته رسان يي ورته وايه ، اوس چې هر څه شته افغانان داولسمې پيړېۍ د شرايطوپشان ستونځې لرې ،دوي پدي خوش دي چې په لنډه موده کښي په افغانستان کې له موبيل تليفون نه داستفادي کچه لوړه تللې ده ،کله يو هيواد او کله بل هيواد مثال راوړې ،مگر داحقيقت نه روښانه کوي چې په هيوادکي ددولت لخوا هيڅ ثابت مخابراتي سيستم نشته ځکه خلک مجبور دې دخپلو ورځنيو ستونچو دحل پخاطر موبيل تليفون استعمال کړي . نږدې پنځه کاله کيږي چي په ميليونو ډالره ددو کمپنيو (روشن او افغان بيسيم ترلاسه کړې ،جالبه لاداده چي ويل کيږي په يو شمير ولاياتوکښي تر څو دولتي جگپوړکسان خپله برخه ونلرې همدغوکمپنيو ته هم دفعاليت اجازه نه ورکول کيږې ،داسي ولايتونه شته چې تر اوسه دهمدغو گران قيمته مخابراتې اسانتيا وڅخۀ محروم پاته دې . زه دا نه وايم چې هيڅ ندې شوې اويادې په يوه ورځ هر څه جوړ سې ، ولې هر باوجدانه افغان چې سر خپل گريوان ته ټيټ کړې دغې پوښتنې ته به مکمل جواب پيدانکړې چې دټولو ملي او نړيوالوپيغورونو ،ستونزو دزغملو سره سره دبهرنيانورالېږل سوي داميليارډونه ډالر پر کومه ولاړل ؟ چاوخوړل ؟ کومه بنيادي گټه يي خلکو ته ورسېده ؟ . ځيني چارواکي داوايې چې (( 78 )) په سلو کې داپيسې انجوگانو ته ورکول کېدې او دهغوي له لارې لگښت تر سره کېده . هغوي پيسې وخوړلي او هيڅ کار يي ونکړ ؛لومړې بايد داڅرگنده شي ددغو انجوگانو چې شمير يې تر دوو زرو اوښتۍ و(( 80)) په سلوکې دافغانانو لخوا اداره کېدې ،دااداره کوونکې هغه کسان وه چې ددولتي جگپوړو چارواکوسره يې په ډول دډولونواړېکې درلودې او دهغوي لخواحمايه کېدل ؛ ښه بيلگه يې کله چې رمضان بشردوست لخوا د(( 2000 )) داسې انجوگانو دتړو او دهغوي څخه دقانونې بازخواست وړانديز وشو هغه بيچاره له هرې خوا ورټل شو او دوړانديزپه مقابل کښي ېې دولسمشر په گدون ټولو مخالفت وکړ . همدالحظه چې دا ليکنه ليکم دبي بي سي پر پښتو پاڼه راښکاره شول چې : د افغانستان د اقتصاد وزير محمد امين فرهنگ اعلان وکړ څه باندې ١٦٠٠ هغه غير حکومتي سازمانونه يا ان جي او گانې چې د نوو حکومتي مقرراتو له مخې ېې ځانونه راجستر يا ثبت کړي ندي نور د فعاليت حق نلري .ښاغلي فرهنگ وويل د 1620 دغو ان جي او گانو له جملې څخه 1497 افغاني او 123 ېې بهرنى دي حکومت وايي چې لدې نه پس به د ټولو ان جي او گانو کارونه څاري او که درغلى وموندل شي قانوني چلند به ورسره وشي هغه وويل چې د منحل شوو ان جي او گانو د فعاليت په اړه به هم پلټنې وشي او حتى نړيوالو مرستندويانو سره به هم تماسونه ونيول شي او معلومات به ترلاسه شي چې که کوم غير حکومتي سازمان له پيسو څخه ناوړه کار اخيستنه کړي وي د قانون له مخې به سزا ورکړل شي .  داسې څرگنديږې چې درمضان بشر دوست ږغ نړيوالو واورېد،او نور دنړيوالو لپاره هم دتحمل وړنه ده چې په مليارډو ډالر دانجوگانو له لاري پر عبثو لارو مصرف شې ،هرومروبه دلندن په کنفرانس کې دغې مسلې ته اساسې گوت نيونه او گوت څنډنه شوې وي،چې دومره ژر دولتې اړونده چارواکو دانجوگانو په مقابل کې غبرگون ښکاره کړ . اوس هم ناوخته نه دۍ که چيرې دانجوگانو دکار کنترول دملي گټوددرناوۍ او په نظر کې نيولو په روحيه تر سره شي پايلې به يي گټورې وي،پرېږده چي لږانجوگاني وې ولې دکار ثمره او کيفيت يي بايد ددولت لخوا وارزول شي .که داياهغه انجو په افغانستان کې ددغه هيواد دخلکو لپار خدمت کوې داهم بايد ومنې چې ددغه هيواد اړونده دولتي ادارې حق لري تر څوپه منظم ډول ددوې کارکنترول کړې . د2005زکال دنومبر دمياشتي په 21نيټه دبي بي سې په ويب پاڼه کې ((دڅومره بيارغونه شوېده )) تر عنوان لاندي يو مضمون خپور شو ،زما لپاره دهغه لوست ځکه ډير جالب وه چې هلته لوستونکۍ ته واضح څرگندېږي چې دکارونواودندو په ويش کې څومره گډوډي ده ،زه يي يوه برخه دلته را انتقالوم : (( . . . دکابل پوهنتون استاد غلام نبي فراهې وايي دافغانستان وبيارغاونې په سلگونو ميلونه ډالرهغو سلاکارانو وړې چې بيلا بيلو برخوکې دبيا رغاونې دکارپوهانو په نوم افغانستان ته راغلي . خو دترانسپورټ وزير عنايت الله قاسمي ددې خبري په منلو سره چې دبهرنيو سلاکارو تنخوالوړه ده وايي چې افغان دولت دوي ته سخته اړتيالري دغه سلاکاران داسي کارونه کوي چي افغانان يي نشي کولاي . .. دکليو او پراختياوزارت يو چارواکئ زرين وايي ،دکليو دبيارغاونې په ډگر کې دوي تر اوسه په څه دپاسه (( لسزرو))کليو کې ((300 )) ميلونه ډالره لگولي چې ښوونځۍ ،کلينيکونه ،سړکونه،ويالې پلونه او بندونه پرې جوړ شوي او. . . . لومړۍ / دابه ومنو چې بهرنې سلاکار داسي کارونه سرته رسوې چې افغانان يي نشې کولاي ،ولې داپروسه به تر کومه روانه وي ولې په دغو برخو کې افغان کدرونه نه روزل کيږې ؟داعادلانه ده چې دا پنځه کاله درې بهرنې انجنيران ياکارپوهان دآريانا دشرکت نه دورځې هر يو (( 2000)) ډالره تنخوا تر لاسه کوې ؟ دا دکاله څومره کيږې ؟ ايا دا امکان نلري چې پدغه برخه کښي دې افغان زلمې وروزل شې ؟ رښتيا خبره خوداده چي تر اوسه په دا پنځو کلو کې پدغه ريشته کې دروزلو لپاره يو نفر هم ندي تر بيه شوۍ ،تر څو به موږ دبل له خيرات يا پور څخه داسي لوړ ې تنخواگاني بهرنيو کارپوهانو ته ورکوو ؟ دوهم / که داټول کارونه چې پورته يې نومونه واخيستل شوه دکليو دپراختيا وزارت تر سره کوې ؟ په هغه صورت کښي ښاغلۍ کرزۍ بايد نور خلک دمقامونو په تر لاسه کولو خوشحاله نکړې اونه هغوي ته دلوړو تنخواگانو په ورکولوافغان ولس دبهرنيانو پوروړۍ کړې ،يوا زي همدا وزارت کولاي شي ټول کارونه تر سره کړې .په تيرو رژيمو کښي هم دروغتيا ښوونې او روزنې ،ښارۍوړولو لوي رياست ،دفواعد عامې وزارت ،دکرهڼې وزارت موجود وه ،هر وزارت په خپله برخه کښي خپل کارونه خپله سرته رسول ،دبېلگې په توگه که به دښوونځې يا روغتون جوړېدو ته اړتياوه همدغو وزارتو به دکوم تعميراتي شرکت سره قرار داد کاوه ،ټول مصار ف دمربوطه وزارت لخوا تر سره کېدل ،دا طبعې هم ده چې دښوونې او روزنې وزارت پوهيږې چې څومره ښوونځيو ته په کوم ځاي کې ضرورت لري او حنگه تعمير بايد ۍوړ شي او يا دکرهڼي وزارت دنده لري چې دويالو ،ورخونو ،بندونو او نوروهغو چارو سمبالښت پر غاړه واخلې کوم چې دهيواد دکرهڼيزو چارو سره تړاو لرې ،او داسي نور په سلهاوو مثالونه . زه دهېڅ کوم وزير يا وزارت سره خوابدي نه لرم ولې پدي عقيده يم چي له مؤقتي اداري نه نيولې بيا تر اوسه غير ي ضروري وزارتونه ديوچا يا دلې دخوشحالۍ لپاره جوړ شويدې ،همدا ددولتي تشکيلاتو ورځنۍ پاړسوب دۍ چې ستونځې يې رامنځته کړې دې . مُقوله خو داده چيز مونږ دولتې تشکيلدهغو پر مختللو هيوادو په کچه جوژ نشي کوم چې همدا اوس مور ته هرڅه دوي راکوې ،سپما ددولتې تشکيل په کمښت هم تر سره کيداي شي ،ضرورت يي نشته هغه دندۀ چې يو رياست يې تر سره کولاي شي هغه په وزارت بدل شي . پدې هکله به ټاکلې وړانديزونه دليکنې په دوهمه برخه کې وړاندې شې . دبن دکنفرانس په پريکړوکې واضح ليکل شوې وه چي بيله کوم امتيازنه بايد په ټول هيواد کې وسله ټوله شې ددغي دندې دسرته رسولو لپاره دجاپان هيواد دمالي ،مادي او تخنيکې مرستو درسولو دنده پر غاړه واخيستل د DDR په نامه دبې وسلې کولو او وسله والوکسان ملکې ژوندته درابللو کار پيل کړ . د2005زکال دجون دمياشتي په ورستيو ورځو کښي دجاپان سفير په افغانستان کې دبي وسلې کولو دلومړې پړاو دپاي ته رسېدو خبر ورکړ ،هغه وويل تر اوسه په افغانستان کې دعمومي بي وسلې کولو لپاره 150ميليونه ډالره په مصرف رسېدلې دې . 2005.30.06 آريايي ويب پاڼه  دبي وسلې کولوپه لومړۍ مرحله کښې دپه سلهاوزره ميله ډول ډول سپکو او درنو وسلو دراټولواوپه لسهاو زره وسله والوکسانو ته دسوله ايز ژوند دبرابرولو خبرونه يو په بل پسي خپرېدل اوس يې ددوهمي مرحلې بحث په خوراږوږ روان دۍ ،مگر اوس چې گوروبيا هره ورځ دلته يا هلته دوسلو ډيپوگان پيداکيږي ،سپکې اودرني وسلي نيول کېږي ،تر ټولو غوره لاداچې تر اوسه جنگسالار او محلي قوماندان تر غاښو په وسلو بار ارام او مطمين ژوند کوي که څوک دهغه سياسي يا اقتصادي گټوته خطر ورسوې خوله يي ورباندي ماتوې . ځکه سوال پيدا کيږي کومه وسله اوله چانه ټوله شوه ؟ دخلکو هغه خبره چې وروره قوماندانانو خپله هغه زړه او دکاره لوېدلې وسله دډي ډي آر دپروگرام پر پلي کولو په ډالر خرڅه کړه اونوره هغه وسله چي ورباندي ډزي کيداي شې پر خپل ځاي پاته ده .دبيلگې په توگه دبې وسلي کولو دپروگرام يو مسؤل چارواکې دبي بي سي سره په مرکه کښې څرگندوې : پدغه ورستيو حو مياشتو کې څه باندى(( 21 » زره ميله وسلې راټولې شوي چې په زرگونو ميله ېې د ېو شمېر هغو کانديدانو څخه دي چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې ېې گډون درلوده. دDDR يا وسلو د راټولولو د پروگرام چارواکئ جنرال عبدالمنان فراهي وايي دهغو قوماندانانو نوم لړ برابر شوئ چې په دولت کې کار کوي اووسلې لري چې په نژدې راتلونکي کې به ېې دوسلو سپارل پيل شي.د ئ وايي په لومړي سرکې له 140 کانديدانو نه څه با ندې څلور زره ميله وسله راټوله شوه او تر هغه وروسته نهه (9) تنه هغو قوماندانانو په خپله خوښه وسله وسپارله چې په دولت کې ېې کارکاوه.دئ وايي له 40 تر50 نوردامنيي قومندانانو اوريسانو په کچه داسې کسان په دولت کې شته چې وسله لري خو جنرال فراهي وايي په دې پروگرام کې به ټول غير مسول وسله درلودونکي بې وسلې شي، اودولت د ټولوپه اړه پوره معلومات لري چې کوم کس څومره وسله لري.جنرال فراهي زياتوي د هغو کسانو پېژندنه شوې چې په ولاېاتو کې غير مسول دي او وسلې لري. د بى وسلې کولودپروگرام چار واکي وايي په دقيق ډول نه پوهېږي چې په ټول افغانستا ن کې به څومره وسلې وي خو وايي پروگرام به تر هغو روان وي چې ټولې وسلې دولت ته وسپارل شي. 2005 ,28 نومبر داپدي معني چي په هيواد کي دمرکزي حکومت دکمزورۍ او په دولتي واک کښي دهمدغو رنگا رنگ وسلو دخاوندانو غوښ او کوټلی ځاي دبې وسلي کولو پروسه له خنډ اوناکامۍ سره مخامخ کړيده . همدا دليل دۍ چي دکابل په ښارکې هم څوک ځان په امنيت کښي نه احساسوي . نور بيا ", له بن نه تر لندنه ( لومړی - برخه ) 1349,," په هرات ولايت کې نن بياهم د تيرې ورځې د تاوتريخوالي اور تازه شو. ګڼ شمير خلکو د جمعې د لمانځه له ادا کولو وروسته، ښار ته راووته او د هرات د والي سيد حسين انوري پر ضد يې شعارونه ورکړل.  خو د هرات والي په دې اړه هغه څوک ګرم بولي چې ددۀ په اند يې سياسي او سيمه ييز واک له لاسه تللی او اوس غواړي داسې بلواوې راپاڅوي. په ظاهره توګه د ښاغلي انوري نښه د هرات پخوانی سيمه ييز واکمن او والي محمد اسماعيل دی چې اوس مهال د دولت له خوا دې ته ټاکل شوی چې په هرات کې رامنځته شوې بلواوې کرارې کړي. تاوتريخوالی تيره ورځ هغه مهال پيل شو چې شيعه مذهبه وګړو په هرات ولايت کې د عاشورا ورځ لمانځله خو د پيښې د څرنګوالي په اړه لا تر اوسه کوم مالومات په لاس کې نشته. ",په هرات کې بيا تاوتريخوالی زور واخيست. 1350,,"   نن جمعې له لمانځه وروسته دکابل دمکروریانو په سیمه کې لاریون وشو اودنمارکۍ ورځپاڼه وغندل شوه له حکومته وغوښتل شو ترڅو له دنمارک سره اړیکې ودروي. لاریون کونکو ددنمارک بیرغ ته هم ور واچاوه نیږدې دوه سوه لاریون کونکو پکې برخه لرله. ",په کابل کې لاریون وشو. 1351,," په کونړ ولايت کې د دوه ماينونو د چاودنې په پايله کې د ملي پوځ اته تنه سرتيري وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي. ويل کيږي لومړی ماين تيره شپه د څلورو بجو په شاوخوا کې د کونړ ولايت په پيچ دره سيمه کې او دوهم ماين نن سهار د نوموړي ولايت په وټه پوره ولسوالۍ کې وچاوديد. له بلې خوا په کندهار ولايت کې هم د يوې چادنې له امله څلور تنه کاناډايي پوځيان ټپيان شوي دي. چارواکو ويلي چې د دې دواړو پيښو د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دی. ",په کونړ او کندهار کې ماينونو ځاني زيان واړاوه. 1352,," روسي چارواکو د فلسطين په پارلماني ټاکنو کې د بريالي ګوند حماس مشران د خبرو اترو لپاره مسکو ته غوښتي دي. روسي ولسمشر ولاديمير پوتين پرون د اسپانيې په پلازمينې ماډريډ کې خبريالانو ته وويل چې په منځني ختيځ کې د روانو مسايلو په اړه يې د خبرو لپاره د حماس مشران روسيې ته غوښتي دي. له بلې خوا د حماس يو تن جګپوړي چارواکي اسماعيل هانيا ويلي چې که چيرې يې په دې اړه د پوټين له خوا رسمي بلنليک ترلاسه کړ نو مسکو ته به سفر وکړي. د يادونې وړ ده چې اوس مهال هم د امريکا متحد ايالتونه حماس ګوند ته د يوې ترهګرې ډلې په سترګه ګوري او دا سفر به د حماس چارواکو ته ستره لاسته راوړنه وي. ",ولسمشر پوتين د حماس مشران مسکو ته بللي دي. 1353,," د تاجيکستان امنيتي چارواکو له افغانستان سره ددې هيواد پر ګډې پولې باندې د اويا کيلوګرامو هيروئينو د نيولو خبر ورکړی دی. د تاجيکستان د نشه يي توکو پر سر د څارنې د اژانس وياند يولداشيف ويلي چې دوی دغه نشه يي توکي له قاچاق وړونکو سره د يوې وسله والې نښتې په ترڅ کې ترلاسه کړي دي. نوموړي زياته کړې چې په دې پيښه کې يو افغان وګړی هم د تاجيک ځواکونو له خوا نيول شوی دی. دده په وينا، قاچاق وړونکو غوښتل دغه اندازه هيروئين روسيې ته وليږدوي چې په همداني سيمه کې د تاجيک ځواکونو له لوري تر بريد لاندې راغلل. ",تاجيک ځواکونو يو افغان قاچاق وړونکی نيولی دی. 1354,فیض الله غمخور,"   خوږې خوږې نغمې له ستاره تښتیدلي د ژبې له رباب څخه بې واره تښتیدلي دشونډو په گلونو یې وږمې دخزان راغلې ماشومې پټ پټانې یې له ماره تښتیدلي دغاړې سور امیل یې چا دانه دانه دی کړی دانې دملغلرو یې له هاره تښتیدلي سپوږمۍ دڅوارلسمې یې په گوتو پټوله له ویرې واړه ستوري له مداره تښتیدلي دمخ په ائینو کې یې تصویر دیار لیده شو مړې اوښکې یې سترگو نه په داره تښتیدلي اشنا څومره دې ستړی کړم چې هیڅ نه معلومیږې له ستړی لاروي نه لکه لاره تښتیدلي گومان کول حرام دي چې په کومه خوا به درومي دا اوښه یاغي شوې له مهاره تښتیدلي یواځې په تا څه کړمه له تانه څه جوړیږي غمخور وطن کې پروت دی خو غمخواره تښتیدلي ",غزل 1355,عبدالبصير مياخيل," عبدالبصير مياخيل لكه څرنګه چي ټولو هيوادوالو ته څرګنده ده د لندن كنفرانس د بن ،برلين او توكيو د كنفرانسونو څخه وروسته څلورم كنفرانس دى ،څرنكه چه د بن د كنفرانس موده پوره شوى ده او افغانستان اوس هم د نړيوالي ټولني سياسي او اقتصادي ملاتړ او همكاريوته ضرورت لري، د لندن په كانفرانس كي نړيوالي ټولني يوځل بيا د افغانستان د بياودانولو او پرمختګ سره خپله ژمنتيا وښوده او يو ځل بيا يي د ملياردونو ډالرو مرستو ژمني ترلاسه كړي. انشاالله دا مرستي به د پنځو كالو په دوران كي د افغانستان په امنيت ،قانونيت او انكشاف كي په مصرف رسيږي. لكه څنګه چي دا د بن له كنفرانس څخه وروسته څلورم كنفرانس دي ،دي كنفرانس له پاره يو ملي ستراتيژي له ځان سره وړل شوي ده چي په پنځو كالو كي به تطبيق كيږي ،او په دي كنفرانس كي د افغانستان په هر اړخيزه مسلو باندي غږيدلي او نړيوال يي دي ته هڅولي چي په دغو مسلو كي له مونږ سره همغږي شي ،او مرستي ورځيني جلب كړي تر څو په آينده كي يو با ثباته او آزاد هيواد خپل هيوادوالو ته وړاندي كړي. را به شو اصلي موضوع ته د چهارشنبي په شپه مي له يوي راديو څخه د رمضان بشر دوست خبري واوريدلي چي ويلي يي وو ((از نظر ما همان طوریکه در توکیو و برلین از میلیارد ها دالر سخن گفته شد اما کمترین پیامد عملی و اثر موثر عملی برای مردم نداشت در لندن هم ممکن است از میلیارد ها دالر سخن گفته شود اما در عمل در افغانستان چیزی را به سوی بهبودی تغییر نخواهد داد.))  نو رمضانه وروره ! ته چي د دي كنفرانس په اړه داسي غير معقوله او بي منطقه خبري كوي او بيا يي د دغه درديدلي ملت غوږونو څخه تيروي ،نو وروره جانه حقايق هغسي هم ندي لكه څرنګه چي يي ته وايي ،په دي ټول هيوادوال پوهيږي چي دغه كنفرانس څومره د افغانستان له پاره اړين دي ، پاتي شوه د تيرو كنفرانسونه خبره ،كه د بن كنفرانس نه واي شواي نو ته به اوس په دغه پاكه او سپيڅلۍه خاوره كي نه وي ته به اوس هم په فرانسه كي وي او د فرانسي له پاره به دي كار كولي ،دا د همغه كنفرانسونه پايله ده چي ته يي دي حالت ته را رسولۍ يي او نن په پارلمان كي ناست يي. بيا چي ته كله پارلمان ته راغلي نو تر اوسه پوري تا كوم داسي يو پيشنهاد د دولت او ملت په حق وړاندي كړي تر څو مونږ ووايو چي ريشتيا هم رمضان بشردوست ددي ملت خواخوږي دي ،چي كله نه دغه پاكي خاوري ته را داخل شوي ،اول دي په انجوګانو د جاسوسي تور ولګوه او بيا دي په دولت لوړ پوړيو چارواكو باندي ناوړه او بي ځايه تورونه ولګول ،چي زه يي دلته خپل دغه درديدلي ملت ته يو مثال وړاندي كوم او همدلته د رمضان بشردوست نه د دي قضيي سپيناوي غواړم ،څو اوونۍ مخكي تاسو په يو ورځپاڼه د كليو دپراختيا وزير ښاغلي حنيف اتمر داسي تورونه ولګول چي ګواكي هغه د كابل ټول كورونه ،جايدادونه د دولت له بودجي نه ځان ته په شخصي توګه اخيستي ،او څومره انجوګاني چي دلته موجوديت لري اكثره د حنيف اتمر لخوا چلول كيږي او همداسي نور ناوړه تورونه دي پري لګولي اويو څه سم او ناسم اسناد دي اخبارونو او څارنوالي ته سپارلي وو. اول خوداچي د څارنوالي د پلټنو په نتيجه كي ته خپله دروغجن وښتي او تورونه دي ټول ناسم وبلل شول. بله دا چي دا اسناد تا له كومه كړي وو ايا تا رسما دوزارت نه رسماً غوښتي وو اوهغوي په رسمي توګه تاته سپارلي وو، يا كه ته دجاسوسي كومه شبكه لري او هغه درته په غير قانوني توګه دولتي اسناد درسپاري. زه صرف اوصرف خپل درديدلي ملت ته دا وايمه چي نور د رمضان بشردوست په دغه بابولالي و نه غوليږي او د رمضان نه هم شخصاً دا غوښتنه كوم چي نور دي دغه دولت او ملت پريږدي او په ناروا او دروغجنو تورونو دي د خلكو ذهينتونه نه مغشوشوي . البته كه ته د هيواد د ښيګڼي لپاره كوم پلان او وړانديز لري نو مهرباني وكړه د پارلمان ديو غړي په توګه يي پارلمان ته وړاندي كړه كه معقوليت يي درلود نو وبه منل شي. پي بي ځايه نيوكو او درواغجنو تورونو هيڅ نه كيږي البته په دي توګه ستا دشخصيت په هكله په ذهنونو كي سوالونه پيداكيداي شي. د مثال په توګه په داسي يو وخت كي چي د افغانستان هيئت د افغانستان د بياودانولو او رغولو لپاره د لندن په كانفرانس كي خپلي غوښتني نړيوالو ته وړاندي كولي، ستا وروسنتي څرګندوني ايا په دي موخه خو نه وي چي د ددولت ددي هڅو په وړاندي خنډ جوړ كړي، اونړيوالي ټولني ته ووايي چي افغانستان سره مرسته كول عبث كاردي او كوم ځاي نه نيسي. ", د لندن کنفرانس او د رمضان بشردوست بابولالی 1356, محمدظفرتڼی,"  له اوښکولوندمخ نه خنداجوړوم  زه له دردودخونددنياجوړوم  که يو يو ګل اي پښتانووکري  دګلوبڼ له دي صراجوړو م  تنګ نظري خپلومنځوکې مه کړي  دخان دښمن نه زه ګداجوړوم  دپلارنيکه تاريخ تياره چې نه کړي  ځان به ډيوه کړمه رڼاجوږوم  د پښتانو د يو کيدو له پاره  وايي تڼی شعرونه بياجوړوم  ٢٥\\١\\٢٠٠٤  اوکرين چيرينوڅي ښار ",شعرونه بياجوړوم 1357,حقمل," ناپيږانده کسانو د تيرې شپې په اوږدو کې د نجونو يو منځنۍ ښوونځي ته په لغمان کې اور اچولى چې هرڅه په کې سوي دي . د پېښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي. د طالب اورپکو يو چارواکى خبري رسنيو ته ويلي چې دوى هغه ښوونځۍله مينځه وړي چې په کې د مسيحيت زده کړه ترسره کيږي . دولتي چارواکي د ا خبره نه مني. ",لغمان کې ښوونځۍ وسوځول شو. 1358,حقمل," د زابل ولايت امنيتي چارواکو ٣٥ تنه بهرنيان په دې تور نيولي چې ګواکي ددغه ولايت داوسيدونکو په لاريون کې يې د تاوتريخوالي لاس درلود . د نيول شويو کسانو څخه ٣٣ تنه پاکستانيان او دوه تنه عربان دي.دغو کسانو په يوه ساختماني شرکت کې کار کوو . ",په زابل کې ٣٥ تنه بهرنيا نيول شوي . 1359,حقمل," د کابل د هوايي ډګر سرحدي پوليسو دوه تنه افريقايان په دې تور نيولى چې يو اندازه نيشه يي توکي يې بهرته قاچاقول . پوليس وايي دغه کسان درې ورځې وړاندې په جعلي پاسپورتونو د تورخم له لارې له پاکستان څخه افغانستان ته داخل شوي او غوښتل يې چې چين ته لاړ شي. ",کابل کې دوه تنه بهرنيان ونيول شول . 1360,حقمل," د بدخشان ولايت د رو غتيا چارواکو خبر ورکړىدى چې د دغه ولايت څلور تنه اوسيدونکي وروسته له هغه مړه شول چې ليوني سپيو داړلي وو. چارواکو منلې چې ددغه ولايت په اړوند سيمو کې ٧٢ تنه داسې اوسيدونکى شته چې د ليونيو سپيو د ويروس څخه ناروغان دي . ",په بدخشان کې ٤ تنه مړه شوي دي . 1361,حقمل," د پاکستان د صوبه سرحد د هنګو دپېښې د وژل شويو کسانو شميره تر ٣٥ تنو رسيدلې ده . دواړه لوري شيعيه ګان او سنيان يو بل ته په سنګرونو کې پراته دي او پر يو بل ډزې کوي . دولت په دغه سيمه کې ګرځبندي اعلان کړي ده . په سيمه کې تاوتريخوالي هغه وخت مخ په زياتيدو شو چې د پنجشنبې په ورځ دعاشورا د مراسمو په ترځ کې درې پرله پسې چاودنې رامينځ ته شوې. دغو چادونو د عاشورا د مراسمو ډير شمير ماتم کونکي مړه او ژوبل کړل .په دغه تاورتريخوالي کې د سيمې ډير شمير دکانونه سوي دي او د دواړو فرقو ترمينځ دشمني په ډيريدو ده . ",د هنګو د وژل شويو کسانوشميره ډيره شوه . 1362,,"   دطلوع تلویزیون او ارمان راډیو خپلې خپرونې دغزنې ولایت وغزولې چې له دې سره دافغانستان په ١٦ ولایتونو کې ددغو خپرنیز ارگان خپرونې دلیدونکو او اوریدونکو لپاره چمتو کیږي. ددغه تلویزیون او راډیو مشر سعد محسني په خپرې کړې خبرپاڼه کې کاږلي خوښ دی چې غزني ته یې دراډیو او تلویزیون خپرونې رسیږي. طلوع او ارمان دواړه دعامو وگړو تر نیوکو لاندې دي ځکه له افغاني کلتور سره په ټکر کې خپرونې کوي. ",طلوع تلویزیون په غزني کې خپرونې پیلوي. 1363,,"   تیره ورځ دپکتیا ولایت په مرکز گردیز کې یو لاریون دډنمارکۍ ورځپاڼې دغندلو پر موخه چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم کارتونو نه یې رسم کړي وغنده. یوه لاریون کونکي عزت الله چشتي بینوا ته وویل چې لاریون دسهار په نهو بجو پیل شو او له تاوتریخوالي پرته پای ته ورسیده. لاریون کونکو دډنمارکۍ ورځپاڼې دغه کار پر مسلمانانو تیر وگاڼه او دافغانستان له دولته یې وغوښتل چې له ډنمارک سره اړیکي ودروي. ",په گردیز کې لاریون وشو. 1364,حقمل," له دوو ورځو اخ ډب او تاوتريخوالي وروسته نن د هرات ښار امنيتي حالت د ډاډ وړ بريښي او د ښار ټول دکانونه او پلو رنځي بيرته پرانيستل شوي دي . د ملي اردو او ملي پوليسو ځواکونه د حالاتو ټينگه څارنه کوي او داوبو او بريښنا وزير اسمعيل خان تر مشرى لاندې دولتى پلاوى د پېښې پر څيړلو بوخت دى . د هرات والي او نور چاراکي وايي په دغه تاوتريخوالي کې ٤ تنه مړه او تر ١٥٠ کسانو پورې ټپيان شوي دي. يو شمير موټر، دکانونه او پلورنځي وران او چور شوي دي، دسپيڅلو اماکنو سپکاوۍ او پرې بريد وشو. د سوداګرو يو سراى ته اور اچول شوى وو چې له دې کبله ورته په ميليونونو افغانيو زيان رسيدلى دى . ډيره اوسيدونکې د هرات د والي د ګوښه کيدو غوښتونکي دي او پو ليس په دې ګرم بولي چې په خلکو يې ډزې کړې دي مګر قوماندان سالنگي بيا دغه تورونه نه مني او داد ( بې ادبانو ) کار گڼي .په هرات کې د ايران د قنسلګرى په وړاندې هم مظاهرې شوي .که څه هم حالت يو څه ترينګلي ښکاري خو بيا هم دولتي چارواکي وايي چې پر حالاتو واکمن دي. د هرات د پنجشنبې يېښه پر داسې مهال کې رامينځ ته شوه چې افغان دولتى ځواکونو لا دې وړاندې افغان ولس ته د عاشورا په ورځو کې د بشپړ امنيت ډاد ورکړى وو.له بل لوري سږ کال د عاشورا د مذهبې ورځې نمانځنه هم د پخوا په شان ډيره بدله شوې وه او په کې نوي منفي خوځښتونه تر سترګو کيدل ، دولت هم د ولسواکۍ تر شعار لاندې مخکينى تد ابير نه وو نيولي.د هرات پېښې او دهېواد په يو شمير نورو ولايتونوکې ورستيو لاريونونو په ډاګه کړه چې ملي اردو او ملي پوليس دچارو پوره وړتيا نه لري او نه شي کولاىله پېښو سره سم چلند وکړي . د ډنمارک ضد لاريونو کې د څه ناڅه ١١ تنو افغانانو د وژلواو د لسګونونورو د ټپي کيدوپړه هم تر ډيره پر افغان ځواکونولګيدلې او افغان ولسمشرته په کار ده چې په دې هکله له سره غور وکړي . ",د هرات امنيتي حالت پر ښه کېدو دى. 1365,,"   په پاکستان کې خپریدونکې ورځپاڼې نوا وقت دطالبانو د نظامي مشر ملا داد الله له خولې کاږلي که هر چا دډنمارکۍ ورځپاڼې هغه کارکونکي چې دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم کارتون یې خپور کړی وواژه نو طالبان به ورته پنځه کیلو گرامه سره زر د ډالۍ په توگه ورکړي. ورځپاڼې دملا داد الله له خولې دا هم ویلي انعام به هغه چا ته هم ورکړي څوک چې په افغانستان ک دډنمارک، ناروې او جرمني سرتیري چې دامنیت لپاره دنړیوال مرستندویه ځواک ایساف په لیکو کې په کار بوخت دي ووژنې نو پنځه کیلو گرامه سره زر به ترلاسه کړي. نوموړي دا هم ویلي چې ددغې ډلې له سلو زیات کسان ځانمرگي بریدونو ته تیار دي چې بهرنیو ځواکونو په وړاندې به ترسره کړي.   ",ملا داد الله د ډنمارکيانو پر وژلو انعام ورکوي. 1366,,"   نن او همدا مهال دپاکستان پلازمینه اسلام اباد او نور لوی ښارونه یوې سختې زلزلې ولړزول ویل کیږي چې دزلزلې دټکان درجه ٥ وه. لا تردې مهاله دمرگ ژوبلې کوم راپور ندی ورکړل شوی. ",پاکستان زلزلې ولړزاوه. 1367,کابل," دنړۍ د ٨٥ هېوادونود ٢٥٠٠ وتلو لوبغاړو ترمينځ د سروزرو د ٨٤ مډالونو د ترلاسه کولو په موخه ژمنۍ نړيوالې لوبې د ايتاليا د تورين په ښار کې پر ويناوو، سپورتي ريژه ،سندرو ، نڅاوو او موزيک غږولو سره په پرتمين ډول پيل شوې .د پيل په زړه پورې مراسم په ستډيوم کې ٣٥ زرو مينه والو او له هغه نه بهر څه ناڅه ٢ ميليارد انسانانو د ټلويزيونو له لارې ننداره وکړه .دغو لوبو ته ١٠ زره خبريالان راغلي او ٦١ زرو کسانو يې د سمبالښت په چارو کې زيار ايستلۍ او کابو ٥٠ ميليونه ډالر پرې لګيدلي دي. دغه لوبې به ١٦ ورځې دوام وکړي. ",د تورين ژمنۍ نړيوالې لوبې پيل شوې . 1368,حقمل," د ننګرهار ولايت په مرکز د جلال اباد ښار په پنځمه ناحيه او د بهسودو په سيمه کې نن سهار دوه توغندي پريوتي دي. پوليسو بينوا ته وويل چې دغه توغندي مرګ او ژوبله نه لري او په اړوند يې امنيتي چارواکو پلټنې پيل کړي دي. ",په جلال اباد دوه توغندي لګيدلي دي. 1369,,"   حضرت بهار=خوست تيره ورځ په خوست ولايت د خالبيساط نومي سيمه کې د ډنمارکي ورځپاڼي د غندلو په موخه چي، د حضرت  محمد عليه سلام حيا لي انځورونه يي چاپ کړي دي،لاريون ترسره شو په دغه لاريون کې په سلگونو کسانو گډون کړي و . شريف الله ،يو تن گډون کوونکي بينوا ته وويل چي حکومت بايد د په نړيواله کچه د عاميلينو د محکمې جدي غوښتنه وکړي او د نيوزويک مجلې خپره شوي خبر غوندي خبره هيره نه کړي ،لاريون کونکو د ډنمارک سره دهرډول روابطود بنديدوغوښتنه کوله او د کارتون دملاتړو په ضد يي هم په قهرجنوالفاضونارې وهلې. د يادولو وړ ده چې دغه لاريون په سوله ايزه فضا کې د ١٢ بجو په شا او خوا کې پاي ته ورسيده. . دغه لاريون په داسي مهال تر سره کيږي چي پرون ورځ دعلماو شوري هم غونډه وکړه او دغه خپاره  شوي  انځورونه يي د اسلام او نړيوال معيار خلاف کار وباله ",سلگونو کسانوپه خوست کي لاريون وشو 1370,حقمل," هغه مصري ديپلومات چې د پنجشنبې په ورځ د ناپيږانده وسله والو کسانو له خوا د فلسطين په غزه کې تښتول شى وو ، نن سهار په غزه کې پرته له دې چې کوم زيان ورته رسيدلۍ وي ، خوشۍ شو. مصري ديپلوماتيکو سرچينود خوشي کېدو پخلۍ کړى دى . تښتونکو په بدل کې د مصر له جيل څخه د فلسطيني بنديانو د خوشي کېدو غوښتنه درلوده . ",مصري ديپلومات په غزه کې خوشۍ شو . 1371,حقمل," ولسي جرګې نن دافغانستان د ملي دفاع وزير سترجنرال عبدالرحيم وردک، د کورنيو چارزارت سرپرست زرار احمد مقبل او دملي امنيت لوى رئيس امرالدين صالح خپلې نننۍ ناستې ته وروغوښتل او ځينو استازو ورڅخه په تونده ژبه د هېواد د امينت او وروستيو تاوتريخوالي په هکله يو لړ پوښتنې وکړې . افغان دوو وزيرانو څرګنده کړه چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د ترهګرۍ په ځاله بدل شوي او له بهر څخه د هېواد په کورنيو چارو کې لاس وهنه کيږي .ډيره افغانان دولتى ځواکونه د هېواد د امينت او کرارۍ د راوستو او ټينګښت په ډګر کې ناپاتي ګڼي، سره له ډيرو لگښتونو دوى نه دي توانيدلي چې پروخت د ناوړو پېښې مخنيوى وکړي.د ولسى جرګې غړي هم په يوه خوله نه وو، ځيني غړي د معلوماتود ترلاسه کولو پلويان وو خو ځينو بيا نيغ په نيغه له دغو لوړپوړو چارواکو پوښتنې وکړې .د هرات د تيرې پنجشنبې تاوتريخوالي افغان دولت له يو نوي ګواښ سره مخامخ کړاو په دې اړوندډيرې داسې پوښتنې راپيدا شوې چې دولت يې په ځواب ويلو اړين بلل کيږي.په نننۍ ناسته کې دهرات ، قندهار جنوبي اويو شميرنورو نا ارامو سيمو په اړوند پوښتنې وشوې .استازې ددوى له ځوابونو او څرګندنو راضي نه بريښدل . ",د دفاع،کورنيواومينت چارواکي ولسى جرګې وروغښتل 1372,," د نيپال دوه تنه وګړى چې د نادولتى موئسسې (انجو) له پاره يې په افغانستان کې کار کوو نن سهار وختي د کابل د نوي ښار له سيمې څخه لادرکه شوي دي. يو امنيتي چارواکي بينوا ته وويل ، شک کيږي چې دغه کسان دوسله والو ناپيږانده کسانو له خواتښتول شوي وي.اوس مهال په لسګونه بهرنيان په کابل او دهېواد په يوشمير نورو ښارونو کې په نادولتي موئسساتو کې کار کوي چې ډيره يې د پاکستان ، هند ، ترکيې ، بنګلديش ، نيپال او نورو هېوادونو وګړي دي. ",٢ تنه بهرنيان د کابل ښار کې تښتول شوي . 1373,حقمل," پرداسې مهال چې نن د دولت پلاوى د هرات ولايت داوسيدونکو پرشکاياتونو غور او څيړنه کوله د دغه ښارد شاروالى په سيمه کې د سنيانو اود چارسو په سيمه کې د شيعيه ګانويوې ډلې د مظاهرو مخه د پوليسو او امنيتي چارواکو له خوا ونيول شوه . شيعيه ګان په پلاوي تور لګوي چۍ يوازې د سنيانو شکايتونه اوري ، مګر د پلاوي مشر اسمعيل خان او نور غړي داډول تورونه نه مني ا ووايى چې له شيعيه وروڼو سره يې د چارسو په سيمه کې په ځانګړې توګه کتنه کړې ده . سره له دې هم دغه دواړه ډلې ديو بل سيمو ته تګ او راتګ نه کوي اود هرات يو شمير اوسيدونکو بينوا ته وويل چې دکورنيو يو شمير غړي يې لادرکه شوي دي .سنيان په شيعيه ګانو تورلګوي چې ددوى خلکو يوشمير سنيان له ځانو سره په پټو ځايونو کې ساتلي دي.پلاوى وايي چې په دې هکله به خپلې پلټنې بشپړې کړي. ",په هرات کې د مظاهرو مخه ونيول شوه . 1374,نادم,"   له هلمند څخه د خپرېدونكي بګړۍ مجلې نوې ګڼه(دويم كال، لومړۍ ګڼه (زمرى، وږى) 1384ل كال) له چاپه راووته . بګړۍ چي په هلمند كي د بست فرهنګي ټولني خپلواكه، ناپېيلې درې مياشتنۍ خپرونه ده، د رنګه پښتۍپه لرلو سره، په 88 مخونو كي په زړه پوري او ګټور مطالب خپاره كړي، چي چاپچاري يې په كوټه كي د صحاف نشراتي مؤسسې له خوا تر سره شوي دي . بګړۍ دا ځل په لاندنيو مضامينو ښكلې شوېده: عشق يا مينه ښكلى خو وژونكى د ښځي حيثيت او مقام په اسلام كي هلمند د تاريخ په اوږدو كي په افغانستان كي د اوبو عصري بندونه پاڼيڼي (اښټ ادهايي) او په هغه كي د پښتو كلمې په افغانستان كي د ايف ايم راديوګانو تود بازار او داسي نور. . . له بګړۍ سره په لاندنيو پتو اړيكي ټينګ كړئ: د تليفون شمېره: 009379176632 برېښناليك: rohani222@parsimail.com                                                                                   ",بګړۍ چاپ شوه 1375,,"  كه داپړاوونه څوك ارزيابى كوى نو بايد د پوره انصافه كار واخلى او په عين وخت كى بايد په ټولو برخو كى پوره معلومات ولرى. سياسى څيړونكى هم وايى او موږ هم گورو چې دولت اوس يو مدافعوى حالت ځان ته نيولى خو د نورو گروپونو او بيلابيلو طبقو له خوا ورباندى نيوكى كيږى  سپين غر _ كابل  نطاق: د بن د پريكړو نه تر اوسه چې څه شوى ستاسو په نظر څومره د قناعت وړ دى؟ متوكل: كه داپړاوونه څوك ارزيابى كوى نو بايد د پوره انصافه كار واخلى او په عين وخت كى بايد په ټولو برخو كى پوره معلومات ولرى. سياسى څيړونكى هم وايى او موږ هم گورو چې دولت اوس يو مدافعوى حالت ځان ته نيولى خو د نورو گروپونو او بيلابيلو طبقو له خوا ورباندى نيوكى كيږى خو زما په عقيده هغه نيوكى چې سالم اړخ ولرى ډير به ښه وى او اصلاحات به رامنځته كړى خو كه داسى نه وى نو بيا روغ نيتى په كى نه ليدل كيږى.خو پدغو څلورو كالو كى د ولس هيلو او آرزوگانوته سم ځواب نه دى ويل شوى، په ټولو ساحوكى سياسى، اجتماعى اقتصادى برخوكى د ولس هيلى نه دى تر سره شوى.  نطاق: دولتى چارواكى ادعا كوى چې د طالبانو په وخت كى ښځوته د كار زمينه نه وركول كيده. خو اوس ښځو ته په سياسى اقتصادى او ټولو برخوكى د كار كولو زمينى برابرى شوى او ښځى د خپلو حقوقو څخه برخمني دى. په دى هكله تاسو څه وايې؟ متوكل: زه ددى خبرى سره موافق نه يم چى هر وخت طالبان هدف ټاكل كيږى او دولتى چارواكى خپلى كړنى د طالبانو سره مقايسه كوى. ولس هر څه گورى ولس په دى پو هيږى چې هغه وخت يې څومره ستونزى لرلى او اوس څومره لرى په مقايسه او پرتله كولو سره نه كيږى چې موږ خپلى كړنى و آرزو موږ بايد په سياسى اقتصادى او نورو برخوكى اهداف وټاكو او دغو اهدافو ته درسيدو هڅه وكړو ترڅو ولس راضى كړه شى او دهغوى غوښتنى تر سره شى. نطاق: تاسو د طالبانو په وخت كى د بهرنيو چارو وزير وى. اوس د افغانستان بهرنى اړيكى څنگه ارزيابى كوى ستاسو په اندڅومره انكشاف يى كړيدى؟ متوكل: بهرنى اړيكى او سياست په كورنى اړيكو باندى بنا كيږى. د حكومت او ولس ترمنځ اړيكى د دولت د نوروقو اوو، تر منځ اړيكى پخپله د هېواد د خارجه چارواړيكى جوړوى يعنى د كورنيو اړيكو پرنسبټ خارجى پاليسى جوړيږى او انعكاس پيدا كوى. زما په عقيده زموږ بهرنى اړيكى د اسلامى نړى او اسلامى هېوادونو سره څومره چې ضرورت يى شته پياوړى نه دى دغه راز زموږ اړيكى د گاونډيو هېوادونو سره پياوړى نه دى موږ تل خپل گاونډى په مداخلو باندى تورن كوو، خو كه خپلى ستونزى پخپله حل كړو نوبيا گاونډى هيڅ نشى كولى زموږ په چاروكى لاسوهنه وكړى يعنى دغه د نيوكو او انتقاد پاليسى چې موږ د خپلو گاونډيانو په وړاندى غوره كړى، كه ددى پرځاى پخپلوكى خپل مشكلات او ستونزى حل كړو ښه به وى موږ مخكى تردى چې په گاونډيو نيوكى وكړو خپلى ستونزى مو بايد حل كړى واى او وروسته به موليدلى واى چې كوم گاونډى مداخله او لاسوهنه كوي نو بيا موددى كارلپاره بايد هڅى پيل كړى واى. نطاق: د افغانستان او پاكستان تر منځ ډيرى ښى ديپلوماتيكى اړيكى شته خو په دى وروستيو وختونو كى په جنوبى ولاياتو كى د ځان مرگو او نورو بريدونو په بهير كى داجوته شوى چې پاكستان په دغو بريدونوكى ونډه لرى او دپاكستان له لورى داكارونه تر سره كيږى تاسو په دى هكله څه وايې؟ متوكل: كه موږ د دواړو هېوادونو دلايل وگورونو وينو چې پاكستان له مداخلونه انكار كوى او وايې چې موږ د تير نظام دله منځه وړلو لپاره كارونه كړى او مرسته موكړى او په سلها ووكسان مونيولى او حواله كړى مودى او اوس هم مرسته كوو. خو دافغانستان طرف بيا ژوندى شواهد وړاندى كوى او وايى چې مشهوده مداخله وجود لرى كه د دواړو اړخونو دلايلوته وگورو نو دى نتيجى ته رسيږو چې ضرور يو څه شته دا چې بيخى مداخله نشته نو دا به هم سم نه وى ضرور يو څه مداخله به وى ځكه يووخت زموږ جنوبى اوغربى گاونډيو په افغانستان كى څرگنده سيالى لرله مداخله بۀ اوس هم وى. خو د ځان مرگو بريدونو ترشاه چې يوه ځان مرگى ته هيڅ گټه نه لرى څنگه كيداى شى چې د بل هېواد اويا د پيسو په وسيله ځان وژنى نه حاضر شى په دى كى ځينى نور مسايل او عقيدتى اصول شته چې اصلى منبع هماغه ده نه د گاونډيو مداخله يعنى د مداخلى نه هم پوره انكار نشى كيدلى خو اصلى منبع سياسى او عقيدتى موارد دى چې يو څوك ځان وژنى ته حاضريږى چې بايد په هغو مواردو باندى كاروشى او دا عوامل له منځه لاړشى.  نطاق: ستاسى هدف د سياسى او عقيدتى مسايلو څخه څه دى؟ متوكل: كه موږ بهرنى خپرونى او انټرنيټى سايټونه و گورو هغوى د افغانستان اوسنى جگړى ته جهاد وايى او جهاد ته خلك رابولى چې دا يوه عقيدتى مسله ده. دغه راز پدغو نشراتوكى ويل كيږى چې د افغانستان استقلال خوندى نه دى او افغانستان اشغال شويدى چې دا سياسى مسله ده. شايد دواړه مخالف اړخونه لازم دلايل ولرى. خو مسله داده چې بايد يو او بل ته قناعت وركړى او قناعت وركول د مذاكرى او مفاهمى له لارى امكان لرى. چې متاسفانه اوس داسى يو ډول مذاكره ادامه نه لرى او نه ده پيل شوى. د مشكلاتو او ستونزو يوازى لاره مفاهمه او مذاكره ده. كه اصلى عوامل له نظره وغورځولى شى او وخت په دى اوهغه نيوكو تيرشى زه فكر كوم چى دا به دوخت ضايع كيدل وى او بس او د دواړو اړخو ترمنځ به مسلى همداسى لاينحله پاتى شى. نطاق: دولت د انتقالى عدالت په نوم يوه پروسه جوړه كړى چې د هغه له لورى مخالفين كولى شى چې اړيكى ونيسى او له دولت سره خبرى اترى وكړى نو طالبان ولى دا كار نه كوى او كه ستاسو په نظر نورو كارونوته هم اړتياده چې تر سره شى؟ متوكل: انتقالى عدالت دا كاملا يو بيل جريان دى د افغانستان ډير مسايل په دورو، دورو همداسى بى عدالته پاتى دى پرهغه به نه ږغيږو د حل پرموضوع به وږغيږو د حل لپاره هم يو كميسيون جوړ شوى چې خلك راشى او په كوركښينى او كوم مشكل ورته پيښ نشى. دا هم يو جلا څه دى. خو تفاهم او روغى جوړى ته رسيدل او د بالوگ هغه بل شى دى او زه فكر كوم چې اوس د مفاهمى او ډيالوګ وخت دى. دولت بايد ددغه جريان لپاره كار وكړى دغه راز د هېواد پارلمان بايد دا حق ترلاسه كړى ځكه امنيت هغه لومړيتوب دى چې بايد ولس او هېواد ترى برخمن وى. نو د پارلمان او د ولس د استازو دنده ده ترڅو دا حق تر لاسه كړى او د دولت سره په دى هكله خبرى وكړى او ددى امكانات را برابر كړى ترڅو د هغوكسانو سره چې اوس په مخالفه ليكه كى ولاړ دى د هغوى سره روغه جوړه او تفاهم وشى. همدا راز حكومت چې دا واك هم لرى بايد د يوه تفاهم لپاره اغيزمن اقدام وكړى زه فكر كوم چې ددى مشكل لپاره موقتى علاج او يا د بهرنيو عسكرو په وسيله دا كارتر سره كول ډير گران او غير طبيعى بريښى ډيره ښه طبيعى او آسانه لار يو افغانى ډيالوگ دى چې د طرفينو تر منځ پيل شى.  نطاق: تاسو د يوه اسلامى عالم په توگه ځان مرگى بريدونه څنگه ارزيابى كوى؟ آيا دا د اسلام له نظره جواز لرى؟ متوكل: زه خو دومره لوى عالم هم نه يم. چې دفتوا صلاحيت دى ولرم. خوتركومه ځايه چې زما معلومات دى دا ډول وژنوته استشهاد وايى او دا يو ډول اختلافى موضوع ده خوزموږ په دين كى جواز نه لرى. دا چې په منځنى ختيځ كى د هغه وخت د شرايطو پربنا دا ډول ځان وژنى رواج شوى هغه بله خبره ده او ددى اصلى علت دادى كله چې په جنگ كى بل بديل نه وى يا سوله نه وى نو جنگى مخالفى ډلى يى يو د بل په وړاندى تر سره كوى خو د حنفى او افغانى علما و وترمنځ د دا ډول وژنو لپاره حق د جواز نشته. جنگ اصلا په اسلام كى مردود دى او منفى شى گڼل كيږى يوازى هغه جنگ چې ورته مقدسه جگړه ويل كيږى ثمره يى داوى چې د برياليتوب وروسته يو سوكال او اسلامى ژوند د مسلمانانو په نصيب شى. نو جگړه په هر صورت په اسلام كى ښه شى نده گڼل شوى. نطاق: راتلونكى ته بايد هيله من او سواوكنه؟ متوكل: ژونديو انسانانو ته هيله او ارمان درلودل او راتلونكى ته هيله من كيدل ډير ضرورى دى دسولى په هكله زما په اند پارلمان ښۀ رول لوبولى شى چې د مخالفينو سره بين الافغانى رغنده ډيالوگ او مذاكره پيل شى او د اقتصادى بازسازى په هكله خو په انجوگانو باندى نيوكى زيادى وى نو اوس به پيسى او كومكونه دولت ته وركړه شى خو دولت بايد دا په سمه توگه وكاروى ترڅو ولس ترى برخمن شى. زه فكر كوم كه مالى تقوا وجود ولرى. نو شايد دا پيسى په سمه توگه دولس د ښيګڼو لپاره ولگول شى او بيځايه لاړى نشى اوموږ هيله من يو چې همداسى وشى اميدوارى خو دا ده چې افغانان بايد له همدغو مرستو او كومكونو نه ښه گټه واخلى او خپل ځان په پښو ودروى او د دايمى احتياج نه ځان خلاص كړى او د پرمخ تگ په وړاندى ولاړشى. ",دوكيل احمدمتوكل ځانګړى مركه داريانا تلويزيون سره 1376, هدايت الله هدايت,"  هدايت الله هدايت ۱۲/ ۲ / ۲۰۰۶ هغه ټاکنې چې  تېره مياشت د فلسطيني دولت تر حاکميت لاندي سيمو کې تر سره شوې   دحماس  بنسټپاله اسلامي  جريان يې و بري ته ورساوه .  په دې ټاکنو کې د حماس داشاني قاطع بری دواړي خواوي هم اسرائيل او هم فلسطين يو شاني   حيران او د نړۍ  ستر ځواکونه يې هم  په ظاهره  اندېښمن او  هم  يې عصباني کړل .  ځينو بيا په سيمه کې هغه دسياسي زلزلې په څېر و انګېرل .په دې  ټاکنو کې د حماس د بنسټپاله جريان داشاني  قاطع بری  اوس دغه  ځواک  ځان د ډېرو ناوړه شرايطو او ستونزو سره مخامخ  ويني او هم يې د خلګو سره  ددې سيمي دراتلونکي په هکله زياتي پوښتني را پورته کړی دي . تر اوسه پوري  خودغه  جريان د فلسطين د خود ګردانه ادارې د جوړښت دپاره چې پر نړيواله پېژندل سوي معيارونو باندي برابر وي ځان ديوې ليري راتلونکې  دپاره آماده کوي  خو  دهغوی سيال ګوند د فتح جنبش هم ددې جريان د ضعف نه  ګټه پورته کوي څو د يوه ائتلافي دولت د جوړښت  سره د نه همکارۍ په  روحيه  هغوی   تر سخت فشار لاندي  راولي .   د حماس سازمان  د اخوان المسلمين يو  طرفداره  جريان دی چې  د ۱۹۶۰ په وروستۍ لسيزه کې يې داردن درود د ختيځې غاړي او دغزې په تراډه کې دارتجاعي او مذهبي اهدافو په درلودلو سره سر را پورته کړ .  ويل کيږي چې دغه جريان د عرفات او د فلسطين د آزادي بخښونکي سازمان او راورسته  بيا  د فلسطين د راډيکاله اړخ سره چې د اسرائيلو سره په وسله واله  جګړه بوخت وو او د اسرائيلو د دولت شنډول يې غوښتنل، مخالفت ښودلی اواسرائيلو  هم ددې سازمان نه  ملاتړ کاوه . په هغه وخت کې دحماس نه د اسرائيلود ملاتړ  هدف  دفلسطين د آزادي بخښونکي سازمان او نورو ډلو پر ضد  د همداسي يوه  کمپاين  تقويه کول  اړين و ه چې  اسرائيلو د خپلو ګټو د تأمين دپاره  هغه  سمبال کړي   . په کال ۱۹۸۰ کې حماس د يوې خيريه سازمان په حيث رسماً په اسرائيلو کې ثبت شو .  فلسطيني ګروپونو هم د خپل مينځي جګړو او مبارزو په جريان کې  د خپلو مبارزو  و ميتودونوته بدلون  ورکړ  . هغوی داسي ﻻره   غوره کړه چې د ياسر عرفات  تر مشری  لاندي دفلسطين د ﻻنجې د حل لپاره  د فتح سازمان  د وسله والې مبارزې پر ځاي   د سولي  او ديپلوماسۍ ﻻري  ته را کښې باسي . خو دبلي خوا پر حماس باندي د شيخ احمد ياسين  د زياتېدونکې تسلط جريان، ددې باعث  وګرځېد چې  دغه سازمان زياتره و بڼسټپالني او خشونت ته  مخ راوړوي  او د فلسطينيانو لومړنۍ پاڅون يا انتفاضه د وسله والي جګړې او د اسرائيلو په د ننه او د فلسطين په اشغال سوې خاوره کې و ځان و ژونکو بريدونو ته  هدايت کړي . دحماس سخت دريزه  جريان تر ۲۰۰۵ پوري په هغه مځکو کې چې د فتح د جنبش تر حاکميت لاندې وو د هرډول ټاکنو سره مخالفت ښودلی   . يوازي دتير کال په ډسامبر کې کله چې هغوی  د  فلسطين د لومړني محلي شوراګانو په ټاکنو کې برخه واخيستله څو په ځينو سيمو کې يې  په ځانګړي توګه د غزې په تراډه کې  څه  برياوي تر لاسه کړې . د اوسلو دقراداد پر اساس  چې د ياسر عرفات په مشرۍ  د فلسطين لومړنی دولت  تشکيل  سو د هغه نه وروسته  د حماس جريان په ځينو اشغالي  سيمو کې د نوي فلسطيني دولت  د يوه اپوزيشن په حيث د اسرائيلو سره د يوه سخت دريزه او نه پخلا کېدونکې ډلي په څېر د فلسطينيانو په مابين کې په خپل فعاليت  پيل وکړ.  هغوی اوږده او خونينه لاره ووهل څو نن تهراورسېدل  . دا چې نن کوم عوامل باعث سوه چې د حماس ددې  بري سبب و ګرځې ډېر په دې باور دي چې اصلي عامل يې  د فلسطين د خودګردانه بوروکراتيک   دولت د رهبرانو او دولتي چارواکو په مالي فساد کې دهغوې ډوبېدل او د فلسطين د مظلومو خلګو دورځني غوښتونو ته د هغوی  شا کول  دي  چې د پنځوسو کلو راهيسې د اسرائيلو د نژاد پرسته رژيم سره ﻻس او ګرېوان  او ډېرې ناخوالي او ځان تېرېدني يې ګاللي  دي  . وحماس ته د فلسطينيانو رايه ورکول مخکې تر دې نه چې  ددې  ارتجاعي او دهغوي و اهدافو ته د خلګو رايه وګڼل سي په واقعيت کې دا د فلسطين د خودګردانه دولت داداري او مالي فساد پر ضد  د هغوی  د کرکې او غصې   رايه وه . دې مشرانو و نکړاې سوه چې د فلسطين د مظلومو خلګو و غوښتنو ته ځواب ووايې ، هغوی هغه څه چې ويل داسي وه چې ګواکې  غريق کله چې و ځګ ته لاس واچوي نو بچ به سي ، د فلسطين په خلګو هم همداسي کانه وسوه . دبلي خوا   د فتح د جنبش مشران په دې و نه توانېدل چې د عرفات د مرګ  تشه دي  چې د فلسطين  د خلګو  په زړو کې يې خاص ځاې درلود او د ملي و حدت دسمبول په حيث پېژندل سوی وو ، ډکه کړي  . دابه راتلونکي وښيې چې د فلسطين د خلګو دغه د اکثريت رايه  د هغوی د خپل سياسي او ټولنيز ژوند يوه لويه اشتباه وه او که  دا دهغوی دخښم پايله،  خو دا هم بايد په ياد ودرلو دل سي چې  په دې انتخاباتو کې د فلسطين و خلګو ته دريمه ﻻره  نه وه پاتي  .  په واقعيت کې دغه ټاکنه د پورتنيو ناخوالو په خاطر پر هغوی باندي تحميل سوه  څو فلسطينيان د بد او بدتر تر مينځ يعني د فتح او حماس تر مينځ و بدتر ته رايه ورکړي  . ډېر په دې باور دي چې د فلسطين د خلګو  دغه رايه نه د حماس و  خدمتونو ته  يوه رايه وه  او  نه به  هم د هغوی و ارتجاعي  ايديالونو ته يوه رايه وي   . دفلسطين خلګ چې د خپلې بر حقه داعيې لپاره جنګيږي دا نه غواړي چې خپل رخه ليک او  راتلونکې دي  د بڼسټپالني سره و موښولوي . ځکه چې بنسټپالنه په دې سيمه کې يوه هر اړ خيزه زلزله را مينځته کوي چې د هيچا په ګټه نده .    د حماس د بري سره جوخت امريکا او اروپايې اتحاديې هم خپله موضع اعلان کړه او وئې ويل چې که چيري حماس په خپله کړنلاره کې د اسرائيلو پر نابودۍ باندي ټينګار وکړي نو د فلسطينيانو  سره به خپلي ټولي مالي مرستي چې د کاله په سلهاوه ميليونو ډالرو ته رسيږي هغه به قطع کړي او د حماس دولت به  هم په رسميت و نه پېژني . دا يو داسي تهديد  وو چې عملي کېدل به يې بې له شکه يو ناروغه و تدريجي مرګ  ته پوري وهې . خو ددې سره سره  داسي هم ويل کيږي  چې  د امريکا او غرب لخوا  دغه شاني فشار  به د حماس د مذهبي بنسټپالني او ايديالوژۍ  سره کومه اړيکه و  نلري  دا ځکه چې يهودي بنسټپالنه تر ټولو مضره او بشري ضد بسټپالنه ده چې تر اوسه يې د زرهاوو انسانانو ژوند داور په لمبو کې ﻻهو کړی دی   . د اسرائيلو نژاد پرسته دولت تر اوسه دملګرو ملتونو د سازمان په لسهاوو پرېکړه ليکونه چې د فلسطينيانو پر بشري حقوقو نو يې تېرۍ  کی دی، هغه ټوله يې تر پښو ﻻندي کړی دي، څه نه وايې . خو څرنګه چې په سيمه کې دغه سرکښه هېواد د امريکا او اروپا  متحد دی نو هغوی تر باڼو  پورته ندي ورته کتلي اوهيڅ کوم  اقدام  يې  هم ور باندي  ندی کړی  بلکه تر همدا اوسه پوري د فلسطين او اسرائيلو په لانجه کې ، امريکا او اروپا په ښکاره د اسرائيلو خوا نيولې او د هغه نه بر اﻻ هر اړخيزه دفاع کوي  .  امريکا او نور پانګه واله ځواکونو ته خو هيڅکله دوستي او دښمني او يا هم مذهبي تعصوبونو هومره اهميت نه دی درلودلی ، بلکه هغوی هميشه په دې خبرو کې د خپلو ماد ي ګټو د ساتلو او دفاع فکر کړی دی او په دې  خاطر تل ددوسته سره دښمن او ددښمنه سره دوست   پاتې سوی دی . هما غه د چرچيل په قول چې « انګلستان ثابته دوست نلري خو ثابته ګټي لري » نن ورځ دغه قول د امريکا پر حال باندي بلکل ښه صدق کوي . امريکا چې اوس په سيمه کې برﻻسۍ دی   هوډ لري چې د حماس سره ديوه جوړي نه منونکی  په څېر ځان ښکاره کړي  .خو  په ياد دي وي چې  دې هېوادد القاعده او طالبانو د اسلامې سخت دريزه  جريانونو سره هم تر هغه وخته پوري چې ګټي يې په خطر کې نه وې  په سپينه ورځ يو تر بل تر څنګ ولاړوه او دهغوی نه يې بر الا پوځې ملاتړ کاوه ، نو اوس هم که حماس  د امريکا او اسرائيلو ګټي  تأمين کړي ددې قاعدې نه به جلا ونه ګڼل سي .   دحماس بری او دهغوی لخوا دحکومت  قبلېدل او د دولت تشکيل به د اوسلو د سولي د قرارداد سره سم  به هغوی د دو فکټورونو د منلو په معنا  وي  .يعني دا چې  د فلسطين لخوا  د اسرائيلو په رسميت پېژندل به يو دهغو موادو نه  وي. بايد وويل سي چې  د اوسلو د لوزنامې نه څوکاله وروسته د فتح سازمان د اسرائيلو د نابودی اصل د خپلې کړنلاري  نه ليري کړ کوم چې همدا اوس  يې حماس  نه مني،  خوکېداې سي چې دغه تجربه دهغوی لخوا هم تکرار او ومنل سي . داسي برېښي چې د حماس ارتجاعي جريان به اوس د دولت په تشکيل سره دخپل سرنوشت راتلونکې په يوه  ټاکونکې دوې لاري کې  ودروي  .   دا کار به يوازي و حماس ته سر خوږی  نه بلکه د امريکااو اروپايې اتحاديې او د ملګرو ملتونو ته به هم  يو ستر چلنج وي چې هره ورځ  د خلګو په رايو سره  پارلماني ټاکنو ته  د ډيموکراسۍ د سمبول په نامه چيغي وهي . د حماس په بري سره به هغوی هم  د يوه ستر آزمايښت سره  ځان مخامخ کړي  . اوس دا پوښتنه را پورته کيږي چې امريکا د لويو  قوتونو په سر کې هغه انتخابات چې د نړېوالو کتونکو له نظره سالم تر سره سوی دي که دا ټاکني د هغوی د خيال او ګټو سره سمي نه وي نو آياهغه به قبولي کړي؟ او که  دا چې  د سلم ځلي لپاره به يو ځل بيا دغه حقيقت  تکرار  کړي چې و امريکا او د هغه ومتحدينو ته ډيموکراسي  د هغوی د مادي ګټو د ساتلو نه  بغير بل  مفهوم نلري ؟!   ډېر کسان  اوس په دې عقيده دي چې هغه څه چې په اپوزيسيون کې د حماس د قوت  علامه  وه په دولتي حاکميت کې به  د هغوی د ضعف په بېلګه بدله سي . د حماس همفکرانو او انډېوالانو په سوډان ، مصر، اردن ، ايران او افغانستان کې يوځل خپل امتحان ورکړی دی  او داسي  د فساد نه ډک او دخلګو ضد حکومتونه يې پر ځاې پرې ايښې دي  چې دا وېره سته  حماس به هم د هغوی  پر پل باندي ګام اېږدي  . په دغه سيمه کې که مذهبي بنسټ پالنه په رسمي توګه په هره خوا کې چې وي که  نوک ځاې کړ ي نو دسيمې او نړۍ سياسي معادلې به هم ګډې وډي کړي .     اخځونه : د دې ليکني په سمون  کې د لوموند ديپلوماټيک،بي بي سي، او ځينو نورو معتبرو اروپايې  سايټو نه استفاده سوېده   ", فلسطينيانوولي حماس ته رايه ورکړه ؟ 1377,حقمل," د هرات سنيانو ددولت پلاوي ته شکايت کړى چې د هرات په تاوتريخوالي کې د دوى ٥٤ تنه تري تم شوي دي او ١٥٠ تنه نور يې ژوبل او ټپيان شوي دي. شيعيه وروڼو څرګنده کړې چې د دوى ٢٥ تنه ټپيان شو ي دي .په دغه تاوتريخوالي کې يو شمير کورونه ، هټۍ ، سرايونه ويجاړ او ٣٠ موټر په بشپړه توګه سوي او ٨٠ نور زيانمن شوي دي .د هرات امنيتي چارواکو ددغې پېښې په تور تر اوسه ١٤ کسان نيولي دي. ډيره هراتيان ددغه ولايت دو الي سيد حسين انوري د ګوښه کېدو غوښتنه کوي او پر پوليسو تور لګوي چې پر خلکو يې ډزې کړي دي. د پلاوي څيړنې د پېښې په اړوند دوام لري او تر ډيره په دې اند دي چې دغه تاوتريخوالۍ د يو شمير ناپوهه احساساتي ځوانانو د ناسم چلند په ترځ کې راپېښ شوي دي. په دغه تاوتريخوالي کې ٤ تنه وژل شوي دي. سنيانو پر شيعيه ګانو داتور هم لګولۍ دى چې د دوى يو شمير شعارونه او ليکنې يې چې په کې د حضرت عمر ( رض) نوم ليکل شوى وو شيعيه وروڼو شکولې او اور يې ورته اچولۍ دى. ",٥٤ تنه سنيان د هرات په تاوتريخوالى کې ورک شوي . 1378,,"   دنوي پیل پروگرام اودملي دفاع وزارت نن یکشنبه دپنجشیر دلومړۍ فرقې ١١٢ تنو بې وسلو شویو ته چې تیرې لس میاشتې یې معاشونه پر دې موخه چې دبې وسلې شوې همدې لومړۍ فرقې وسلې ساتلي ترلاسه کړي. دنوي پیل پروگرام چارواکي په خپرې کړې خبرپاڼه کې کاږي چې په اصل کې قانوني بڼه نلري خو دوی ته په دې موخه معاشونه ورکوي چې وسلو ډیپوگان یې ساتلي. پنجشیر دمسعود دجگړې پلرنی سنگر وه او بې شمیره وسلې دامهال پکې شته چې یو څه برخه یې دنوي پیل پروگرام ته سپارلي او لا ډېرې پاتې دي. ",په پنجشیرکې بې وسلو شویو ته معاشونه ورکول کیږي. 1379,,"   دولسمشر کرزي دمطبوعاتي دفتر له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چ ولسمشر دملي اردو دهغو ٨ تنو چې تیره ورځ په کنړ کې په یوه چاودنه کې وژل شوي خفه شوې او دافغانستان ددښمنانو دغه کار یې له هیواد سره یوه بله ستره جفا بللې. خبرپاڼې کاږلي چې ولسمشر دقانون منگولو ته ددې ډول دښمنانو دسپارلو غوښتنه کړې. ",ولسمشر دوژل شویو ملي اردو سرتیرو کورنیو ته ډاډ ورکړ. 1380,حقمل," د سودان يووزر فوځى الوتکه نن سهار د بحرالغزال ايالت د اويل ښار په هوايي ډګر کې غورځيدلې چې له امله يې ٧ تنه عمله او ١١ تنه عسکر وژل شوي دي . همداشان الوتکه له يوې ودانۍ سره لګيدلې چې له کبله يې يوې بلې انتونوف ٢٩ الوتکې هم اور اخيستى دى. ويل کيږي الوتکه هوايې ډګر ته د کوزيدو پر مهال د هوايي ډګر د کرښې د پاسه په هوا کې چاودېدلې چې له امله يې ١١ تنه عسکرپه ځمکه د ډګر په کرښه کې وژل شوي دي. ",د سودان يو وزر فوځى الوتکه غورځيدلې ده. 1381,حقمل," په هغه چاودنه کې چې نن د عراق په پلازمينه بغداد کې رامينځ ته شوه ٩ تنه وژل شوي دي . په دغه چاودنه کې چې د يو رستورانت مخې ته په يوه گڼ ميشته څلور لاره کې شوې يو شمير ټپيان شوي اوشاوخوا ودانيو ته هم زيان رسيدلۍ دى . پوليسو ويلي چې چاودنه په يو موټرسايکل کې رامينځ ته شوې ده.همدا شان د غرمې پرمهال د بغداد دخضراپه سيمه کې چې تر کلکو امنيتي څارنې لاندې ده، يوه ګولۍ لګيدلې چې دود يې له ورايه ترسترګو شوي دي . چارواکو ويلي چې په دغه درنه چاودنه کې چا ته مرګ او ژوبله نه ده رسيدلې. په دغه سيمه کې د عراق دولتي دفترونه او دامريکا سفارت موقعيت لري . ",په عراق کې ٩ تنه وژل شوي . 1382,حقمل," د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف پس له اونيو چوپتيا وروسته پرون د پاکستان په شمال غربي سيمه کې د قبائلي مشرانو په ناسته کې وويل چې په باجوړ کې د امريکا په راکتي بريد کې ٥ تنه بهرنيان وژل شوي چې يو يې د القاعدۀ د دويم جګ پوړي کس ايمن الظواهري يو نيږدې خپل دى او يو بل يې هغه سړى دى چې امريکايان يې په لټه کې وواود سر بيه ٥ ميليون ډالر جايزه وه.مشرف ويلي شک کېده،چې الظواهرى به د القاعدۀ دنوروشکمنوپه ګډون د باجوړ د ماښام په ميلمستيا کې وي .اما پاکستاني چارواکو اعلان کړه چې الظواهري په مراسمو کې له ګډون څخه ډډه کړې او پر ځاى يې خپل مرستيال ليږلۍ دى.اسوشيتد پرس ته د پاکستان اطلاعاتى چارواکو ويلي مدهات مورسي السيد عمر او عبدالرحمن المغربى وژل شوي کسان دي . المغربي د الظواهرى نيږدې خپل او زوم دى.همداشان پاکستانى چارواکو ويلي چې د وژل شويو پلويانودغه پنځه تنه مړي په ناڅرګند ځاى کې خښ کړي دي.٥٢ کلن مصري عمر د چاودېدونکو توکو او بم جوړولو کارپوه دى. ",مشرف : دالقاعدۀ يو شميرلوړپوړي چارواکي وژل شوي 1383, غلام جيلاني ځواك,"  غلام جيلاني ځواك د شهيد سردار محمد داود خان د ولسمشري پر مهال انجنير ګلبدين حكمتيار او برهان الدين رباني پاكستان ته وتښتيدل، پاكستان چي داسي وخت يي له خدايه غوښته دوي په ډيره خوشحالي ومنل ، پاكستان ددوي په مرسته وكولاي شول هماغه مهال د افغانستان دكنړ، لغمان او پنجشير په سيموكي د افغانستان پرضد ترهګريز عمليات پيل كړي، خو څرنګه چي د خلكو ملاتړ ورسره نه وو د ناكامي سره مخ شول. رباني او ګلبدين دجهاد په ټول مهال كي دپاكستان نازولي ميلمانه وو، د جهاد په نامه چي كومي ښكاره او پټي مرستي پاكستان ته راتلي د هغي ډيره برخه يواځي حزب اسلامي او جميعت اسلامي ته وركول كيده، دوي په پاكستان كي د پاكستاني استخباراتو په مرسته په ، ښكاره خپل مخالفين نيول او وژل خو چا دوي ته څه نشول ويلي اوكله چي د ډاكټر د نجيب د استعفي نه وروسته د واك د سوله ييزي ليږدوني لپاره د ملګرو ملتو د پروګرام په وړاندي د استاد په مشري په قومي اوژبني بنسټ جوړي شوي ټلوالي لخواكاميابه كودتاترسره شوه، نو دپاكستان په مرسته استاد د حضرت صاحب د څلورمياشتني دوري نه وروسته واك ته ورسيد. له همدي ځايه د استاد دسياسي ژوند بله دوره پيل كيږي، په دي دوره كي استاد د ولسمشر او حكمتيار د صدراعظم په توګه وګمارل شول، خو څرنګه چي كابل عملاً د استاد په مشري د شمالي ټلوالي په لاس كي وو نو حكمتيار چمتو نشوچي كابل ته راشي. د واك په سر د شخړو له امله كابل د خونړيو كورنيو جګړو په ډګر واوښت. د استاد او پاكستان يارانه هم نوره پاي ته ورسيده استاد اود ده دحكومت نورو چارواكو د ټولو جګړو پړه پر پاكستان اچوله، او پاكستان يي د حكمتيار او نورو مخالفينو په ملاتړ تورناوه، د پاكستان او د رباني د حكومت ترمنځ تاو تريخوالي ورځ په ورځ زياتيده،دا تاوتريخوالي دي حد ته ورسيد چي د رباني د حكومت لخوا يوي منظمي شوي مظاهري په كابل كي د پاكستان سفارت ته اور واچاوه . ددي تاوتريخوالي لمبو ټول هيواد په اور كي وسوځاوه، د همدي اور د تورو لوخړو نه د طالبانو ډله پيدا شوه، طالبان د پاكستان يوه اوږد مهالي پروژه وه، خو څرنګه په لومړي پيل كي طالبان او حزب اسلامي سره ښكر په ښكر شوي وو نو استاد هم له طالبانو نه ملاتړ وكړ اوهغه په اصطلاح (( حركت خود جوش مردمي )) وباله، همدي خود جوشه او مردمي حركت بالاخره د استاد د قدرت ټغر ټول او تيښتي ته يي اړ كړ. استاد او بړيڅويي تل طالبان د پاكستان لښكر باله او په افغانستان كي دهري وراني شاته د پاكستان څيره ښكاريده. او دا سمه هم ده، پاكستان ته دا مهمه نده چي افغانستان كي حكومت دچا دي، پاكستان د خپل پيدايښت له لومړي ورځي تردي دمه د افغانستان په هكله يوه پاليسي لري او هغه د اده چي افغانستان بايد كمزوري شي، حكومت د ظاهر شاه وي، سرداود كه تره كي، كارمل يي او ياكه رباني اوګلبدين. نو د پاكستان د سرداد داود، تركي.،كارمل رباني يا ګلبدين سره دښمني نده، بلكي د پاكستان دښمني افغانستان سره ده او ترڅو چي افغانستان او پاكستان وي دادښمني به هم وي.  د سپتامبر د يوولسمي پيښي نه وروسته پاكستان ته امريكا اخطار وركړ چي يا موږ سره ودريږه او يا زموږ په وړاندي، پاكستان چار و ناچار د ترهګري پرضد جګړه كي امريكا سره ودريد او خپل يو شمير بچيان يي پخپل لاس امريكا ته وسپارل خو بيايي هم د افغانستان په وړاندي خپله پاليسي تبديله نه كړه، په ښكاره د ترهګري پرضد نړيوال ائتلاف سره ودريد خو په پټه يي د ترهګرو د دروزلو ساتلو او افغانستان ته د ليږلو لړي ته ادامه وركړه. دا هغه حقيقت دي چي ټول افغانان پري پوهيږي، ډيرو نړيوالو رسينو په دي هكله مطالپ خپاره كړي، د افغانستان د ولسمشر نه نيول تر واليانو او وزيرانو پوري په ډاګه دا خبره كوي چي په افغانستان كي د ورانكاريو شاته پاكستان دي، د پښتونخواه سياستوال لكه خداي بخښلي خان عبدالولي خان، افراسياب خټك او نورو په كراتو دا خبره كړيى، نور خو لا څه كوي چي پخپله مولانا فضل الرحمن هم يو واري دا په ډاګه كړه چي پاكستان ترهګرپه خپلو پوځي كمپونوكي روزي او افغانستان ته يي ليږي خو ملامتي يي پرموږ اچوي، پر باجوړ د امريكا وروستي بريد او تربر يد وروسته د امريكي چارواكو او سياستوالو څرګندوني يو ځل بيا وښوده چي پاكستان كي ترهګر ساتل كيږي، روزل كيږي او زموږ وراني لپاره دلته راليږل كيږي. په افغانستان كي بي شميره ترهګر نيول شوي چي يا خو پاكستيانيان دي او ياهم په پاكستان كي روزل شوي افغانان.  دوي ټول په دي اعتراف كوي او وايي چي پاكستان كي ترهګر روزل كيږي او ورانكاريو لپاره افغانستان ته ليږل كي، خو ډيرو افغانانو په ډيري حيرانتيا او درد واوريدل چي هغه رباني چي تل يي د پاكستان سره د مخالفت تيږه په سينه وهله، تل يي پاكستان په دي ملامتاوه چي دده په اصطلاح د ده د اسلامي حكومت پرضديي لمڅوني كولي، هماغه رباني چي څو ورځي د خيبر تلويزيون سره په يوه مركه كي په هغه رباني واوښت كوم چي يو وخت د پاكستان نازولي ميلمه وو، ښايي سترګي به يي له سترګو شرميدلي وي .رباني په ډيره سپين سترګي هغه افغانان دورغجن وبلل چي وايي پاكستان د افغانستان پرضد په ترهګريزه فعاليتونو كي ككړ دي، ده وويل افغانان بايد ونه وايي چي مرګ پر پاكستان. په داسي حال كي چي له كندهاره تر كابله او له كابله تر مزاره په ټولو هغو مظاهروكي چي د وروستيو ترهګريزو پيښو په خلاف شوي وي، د هر افغان په خوله وه چي مرګ پر پاكستان، ښايي ډيرو ته به حيرانونكي وي چي استاد ولي واوښت؟ استاد ولي يو ځل بيا دپاكستان پر پښو پرويوت. خو دا هيڅ د حيرانتيا خبره نده، استاد هيڅكله د افغانستان دښمن خپل دښمن ندي بللي، دده په زعم څوك چي دده د واكمني دښمن دي هغه د افغانستان دښمن دي، دي په ډير اساني كولي شي هم اسلام اباد سره جوړ راشي او هم ماسكو سره، هم د طالب سره په يو ټغر كښيني او هم د ببرك كارمل او رشيد دوستم سره. استاد هيڅكله ارماني مبارزه نده كړي ده تل سياست كړي، د واكمني سياست. په دي سياست كي نه دوست شته نه دښمن، كيداشي د هيواد دښمن ستا دوست شي او دهيواد دوست ستا دښمن. ", رباني او پاكستان 1384,," حضرت بهير = خوست پرون د خوست ولايت د متون بابا په کلينيک کې د پوهنمل ډاکټر بادشاه زار عبدلي لخوا د ٢٥کلني ښځينه مريض څخه ١٦،٥ کيلوگرامه تومور وايستل شو  ددغه تومور ايستنه ددوه ساعته عملياتو په نتيجه کې ترسره شوه چې د عملياتو وروسته د مريض روغتيايي حالت د ډاډوړ و او ددغه عملياتو جريان د فلم پواسطه ثبت شوي هم دي  دغه مريض چي په تومور يي په لومړي سر کې د اولاد گمان کيده د همدې ناروغي له امله څو ځلې د پاکستان پشاور ښارته هم تللي وه خو چا يي عملياتو ته زړه نه ښه کاوه. دا چې ولي ددغې دانې درملنه په لومړي سر کې نده شوي او دومره لويه شوي؟ داکتربادشاهزار يي علت د عامه وگړو بي سوادي او غريبي وښوده او زياته يي کړه چي دوي دغسي دانې وړاندي هم تداوي کړي خو وزن يي د ٧،٥ کيلوگرام څخه زيات نه و. ",١٦،٥ تومور(غټه دانه) د ښځينه مريض څخه وايستل شوه 1385,," ددنمارک د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د اندونيزيا ، ايران او سوريې څخه يې د لنډ مهال له پاره خپل ديپلوماتان ايستلي دي . د اندونيزيا دولت د دنمارک دا ډول پريکړه له وخت نه مخکې بللي او ددغه ديپلوماتانو د خونديتوب په هکله يې ډاډ ښودلۍ دى .په سوريه کې قهرجنو مظاهره کونکو د دنمارک د سفارت ودانۍ ته ار واچو. په اسلامي نړۍ کې د دنمارک اويوشمير هغو هېوادونو په وړاندې سختې او پراخه مظاهرې وشوې ،کومو چې د کارتونو په ايستلو سره يې د پيغمبر حضرت محمد (ص )او د مسلمانانو سپکاوۍ کړى وو .د مظاهرو لړۍ اوس هم روانه ده . د پاکستان د رغتيا وزارت هم ددغو هېوادونوپه درملو بنديز لګولۍ دى . ١١ تنو افغانانو هم د مظاهرو د تاتريخوالي او اخ ډب په ترځ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.همداشان په تيرو ١١ ورځو کې څه کم ٨٠٠ ډنمارکى ويب پاڼې تر بريد لاندې راغلې دي. ",دنمارک له ٣ هېوادونو څخه خپل ديپلوماتان ايستلي 1386,حقمل," د افغانستان ، پاکستان او امريکا د لوړپوړو چارواکو ګډه درې اړخيزه امنيتي پنځلسمه ناسته به د چهارشنبې په ورځ په خوست کې جوړه شي .په دغه ناسته کې به پرامنيتي مسئلو ، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د امنيت په اړه د ښولارو چارو لټول او په دې برخه کې د هراړخيزو همکاريو په اړوند افغاني، پاکستاني او امريکاي چارواکي خبرې او بحث وکړي . دغه ناسته پر داسې مهال جوړيږي چې په دې وروستيو کې وسله وال او ځانمرګي بريدونه مخ په ډيرېدو دي او دافغانستان په جنوبي سيمو کې ناکراري مخ پر زياتيدو ده .ګډ امنيتي کميسيون دوه کاله مخکې جوړ او تراوسه يې په پاکستان او افغانستان کې گدې ناستې درلودې. ",دامنيت په هکله ٣اړخيزه ناسته په خوست کې جوړيږي 1387,حقمل," په افغانستان کې د امريکا سفير رابرت نيومن نن زابل ته لاړ او هلته يې د ولايت له دولتي چارواکو او ددغه ولايت له يو شمير استازو او سپين ږيرو سره ليدنه او کتنه وکړه .د امريکا سفير يو ځل بيا دافغانستان د امنيت او بيارغاونې په ژمنو ټينګار وکړاو ددغه سيمې هغې ستونزې يې واوريدلې چې وګړو يې د اوارولواو له مينځه وړلو په هکله د امريکا او نړيوالې ټولنې د مرستو غوښتنه وکړه . زابل هغه ولايت دى چې د بيارغاونې کارونه په کې کم او ناسم دي اواسيدونکي يې د پوهنې ، روغتيااو عامه خدمتونو په برخه کې ډيرې ستوزې لري. ",په کابل کې د امريکا سفير نن زابل ته لاړ. 1388,," د عراق په داخلى ټاکنو نن ددغه هېواد لومړۍ وزير ، ابراهيم الجعفرى وټاکل شو . ابراهيم په ١٩٥٠ زيږديز کال د عراق د کربلا په ښارکې پيدا شوى او په کال ١٩٧٤ کې يې د موصل له پوهنتون څخه دجراحى طب په رشته کې فارغ شو . ابراهيم د اسلامي الدعوه ګوند مشر دى چې په کال ١٩٨٠ کې سوريې او له هغه وروسته ايران او په کال ١٩٨٩ کې بيا لندن ته لاړ . د صدام د حکومت له نسکوريدو وروسته عراق ته راستون شو او په لومړيو کې د انتقالي دولت له دوو مرستيالانو څخه وو.ابراهيم د اسلامي علومو ښه عالم دى. ",ابراهيم الجعفرى د عراق لومړۍ وزير شو . 1389,حقمل," دقندهار هوټل چې د تيرو جګړو او ناخوالو په بهير کې وران او ويجاړ شوى وو، د ولايتى بيارغاونې د ټيم له خوا د ٢١٤ زرو ډالرو په لګښت بيا جوړ او ورغول شو . دغه هوټل ٧ پوړه لري او پرون دقندهار ولايت چاراکو ته دګټې اخيستلو په موخه هغوى ته وسپارل شو. ",د قندهار هوټل بيا جوړ او ورغول شو. 1390,," د کنړ ولايت چارواکو خبر ورکړى دى چې د دغه ولايت ميشتو سرحدي پوليسو ١٥ تنه پاکستانيان په دې تور نيولى چې د ځنګولو په وهلو بوخت وو.له دې وړاندې هم څو ځلې په دغه ولايت کې يو شمير پاکستانيان دافغان امنيتي چارواکو له خوانيول شوي، داچې له دوى سره څه ډول قانونى چلند شوى او څه شول؟ پايلې لانه دي په ګوته شوې. ",په کونړ کې ١٥ تنه پاکستانيان نيول شوي دي. 1391,," د افغانستان په شمال کې روغتيايي چارواکو د سرپل په ولايت کې د ايډس د ناروغۍ د ٣ پبښود ثبت خبر ورکړى دى چې يو کس يې مړاو دوه تنه نوريې پرته له روغتيايي څارنې ژوند کوي. دغه پېښې په دريو هغو کسانو کې برسيره شويدي چې په دې وروستيو کې له ايران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي. له بهر څخه د افغان کډوالو او د ډيره بهرنيا نو په تګ او راتګ سره چې هيڅ ډول روغتيايي څاريې د افغان چارواکو له خوا نه ترسره کيږي د افغان ولس اندېښنې زياتې کړيدي. له دې وړاندې د روغتيا وزير د ٥١ پېښو خبر ورکړىوو. ",د ايډس ٣ پېښې په شمال کې برسيره شوي دي . 1392,,"  د وردګ زلميانو د فرهنګي ټولنې مياشتينۍ خپرونه( وردګ جريده) په شپاړسو مخونو کې تازه پر ليکه شوه ،دغه جريده چې د حميد ناصري وردګ په مسوول مديرت او د محمد نبي ساحل په مرستيالۍ خپرېږي دا ګڼه يې د يو لړ ستونزو له کبله تر درې مياشتني ځنډ وروسته دا دى پر ليکه او چاپ ته چمتو شوې ده . که وردګ ته ليک ليکل غواړئ په دې پته :  wardagjournal@yahoo.com اوکه غواړئ وردګ جريده ولولئ دلته کلېک وکړئ ! www.benawa.com/rasanay/wardag ",د وردګ جريدې يولسمه ګڼه پر ليکه شوه . 1393,بهر مېشت افغانان,"   پيرسيد حميد ګيلاني او ورسره مېرمن فوزيه کوفي څه موده مخکي دامريکا د ولسمشر په بلنه امرېکې ته ددې د پاره رابلل شوې وه چي د کنګريس له پاره د ولسمشر بوش وينا واوري او ددې ترڅنګ دامرېکې د کنګرس په اړه هم مالومات ترلاسه کړي .  جارج بوش د روان ۲۰۰۶ کال د جنوري د مياشتي پر يو دېرشمه نېټه کنګريس ته وينا اوروله . د يادي شوي غونډي د پروګرام پر وخت د هيواد د نامتو شخصيت پير سيد احمد ګيلاني زوی پير سيد حميد ګيلاني د ولسمشر بوش د مېرمني ( لاورا بوش ) سره هم ليدنه کتنه درلوده . د ژورناليستانو له پاره هم دا په زړه پوري صحنه وه ، او مېرمن بوش هم زړه نا زړه نازړه ښکارېده ، خو پير سيد حميد ګيلاني د مېرمن لاورا بوش د ليدلو سره سم د هغې لاس  مچ کړ . موږ افسوس کوو چي زموږ په هيواد کي لا اوس هم يو شمېر پاک زړه وګړي  خپله د غريبۍ ګوله د پير په نامه دداسي کسانو سره شريکوي ، هغوی ته خورا ډېر احترام لري، درنښت يې کوي ، مراد ترې غواړي ، شته ورکوي ، او خدای ته يې تر نورو کسانو نژدې کسان بولي ، خو افسوس کوو چي د واشنګټن دغه صحنه چي په دا  سبا يې د واشنګټن  پوست ورځپاڼي هم انځور او خبر خپور کړ ، نه اوس ليدلای سي او نه به يې پيرصاحبان په راتلونکي کي له داسي خبرو خبر کړي . موږ بېله دې چي افسوس وکړو ، نور څه مو له لاسه نه کېږي . او همدغه ډول پيران دي چي هم مو پر عربو خرڅوي هم پر غربو ، خو کله چي له ولس سره مخ سي نو بيا ولس د دم او چف له پاره لاري لاري ولاړ وي او لاسونه ورته مچوي . هيله ده له دغسي خرافاتو څخه د ولس وګړي اګاه کړل سي . په درناوي په واشنګټن کي مېشت افغانان ",افسوس چي ولس د پير او امرېکې په يارۍ نه خبرېږي 1394,," د زابل ولايت امنيه قوماندان ويلي چې پس له پوښتنو او ګرويګنو١٠ تنه بهرنيان په دې ګرم وبلل شول چې د زابل ولايت د اوسيدونکو د مظاهرې په تاوتريخوالي کې يې لاس درلود . د زابل ولايت امنيتي چارواکو په دې تور ٣٥ تنه بهرنيان چې د يوې ساختماني کمپنۍ کارکونکي وو نيولي وو.قوماندان وايي لس واړه پاکستانيان دي او ددغه کمپنۍ مشر چې عرب وو ،هم په دغه تاوتريخوالي کې لاس درلود ، چې اوس له زابل څخه وتلۍ دى.دغه لس تنه پاکستانيان تر څارنې لاندې دي . ",١٠ تنه بهرنيان ګرم بلل شوي . 1395,حقمل," د سرپل ولايت يو شمير اوسيدونکي شکايت کوي چې پخواني ټوپکيان او قوماندانان ورڅخه په زوره پيسې اخلي ، ځوروي او ټکوي يې او په شخصي جيلونو کې يې بنديان کوي . د سرپل د سنګ چارک اوسيدونکي دا هم وايي چې يو شمير قوماندانانو يې دڅړ ځايونه پلورلي دي او په ډول -ډول پلمو له دوى څخه په زوره پيسې اخلي. عبدالرحيم بينوا ته وويل ،چې ددغو قوماندانانو له ويرې کابل ته راتښتيدلۍ دى ،ده وويل حاجي رحيم چې د جميعت او مولوي منان چې د جنبش قوماندانان دي ډير ظلم پرخلکو کوي او شخصي زندانونه لري. مګر د سرپل والي سيد اقبال داډول تورونه نه مني . له دې نه وړاندي د بشري حقونو د خپلواک کميسيون وياندنادري هم په دې اړوند انديښنه ښودلې وه . ",بيا هم په سرپل کې د شخصي جيلونو او ځورونو خبره 1396,,"   دټورینټو سټار دمنځني ختیځ خبریال میچ فوتر غواړي کندهار ته دیو راپور دبرابرولو لپاره لاړشي غواړي په کندهار کې یو ژباړن ومومي پوره اگلیسي متن یې هم شته لاندې یې ولولئ.  I'm landing in Kabul next week and am scouring for tips/advice from anyone with real-time knowledge and/or contacts in Kandahar.Is there a guest house you can recommend, and/or translator? This will be my first visit to Kandahar in four years and clearly the situation is different now than it was then.Grateful for any response.Best,Mitch PotterMiddle East CorrespondentToronto Starmpotter@thestar.ca ",کندهار کې یوه ژباړن ته اړتیا 1397,حقمل," د امريکا د ولسمشر جورج بوش مرستيال ديک چيني د شنبې په ورځ په تکزاس کې ٧٨ کلن ښکارچي (هري يتنګتن )په ډزو وويشت او ټپي يې کړ.نوموړى ښکارچي چې په بدن يې د ډزو ساچمې لګيدلې په روغتون کې تر درملنې لاندې نيول شوي دي. ",ديک چيني يو ښکارچي وويشت . 1398,," د نيوز اودورلد ورځپانې داسې انځورونه خپاره کړي چې په عراق کې د بريتانيا عسکر عراقي ځوانان په فوځي چوړيو کې په کوتکو او لغتو وهي ، چې د ورځپاڼې په خبره ، انګليسي عسکر دغه وحشيانه عمل يوازې د تفريح او ساتيريو له مخې ترسره کوي.په انځورنو کې ترسترګو کيږي چې انګريزي عسکر يو عراقي مړۍ په لغتو وهي .د انګليس دفاع وزارت د دغه فلم پخلۍ کړى دى او فوځي پوليس په دې هکله پلټنې کوي. ",په عراق کې د انګريزي عسکرو د ظلم او تيري رسوايي 1399,," ", 1400,شمس," په خوست كې ددې ولايت درحمت الله تياترلخوادخوست تياترپه لاسنيوي  لومړنى پښتوډرامه يي فلم ديولړمراسموپه ترڅ كې دپټۍ په پرې كولوپرانستل شو. پدې مراسموكې ګڼوښځينه اونرينه ګډونكوونكواوددې ولايت نېږدې داتوادبي اوكلتوري ټولنوغړو برخه اخيستې وه،دفلم لمړنۍ صحنه چې دوادۀ مراسم وودګډونوالوپروړاندې دسيمه ييزسازپه بدرګه دخوست ښارشمالي برخه كې دبنياداومدني ټولنې سيمه ييزدفترپه انګړكې ترسره شوه. دغه فلم ډرامه يې شكل لري چې دپښتنوځينوزړودودونوغبرګون ښكاره كوي اوله اوسمهاليوغوښتنوسره سره دټولنې دويښوولواوځيرولو پيغامونه اوزړه راښكون پكې رانغښتي دي. ديادشوي تياترمسؤل اودفلم ډايرېكټررحمت الله وويل : دوى به وتوانيږي چې فلم يې اوسمهاليوغوښتنوته ځواب ووايي،خودايې ونه ويل چې په څومره موده كې به يې بشپړاوماركېټ ته  وړاندې كړي .   ",په خوست كې پښتوفلم 1401,حقمل," په ارام سمندر کې د يو ډير کوچنې هېواد( توکليو) د جوړيدو په اړوندچې يوازې ٣ واړه ټاپوګان او ٣ کوچني کلي لري ،د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په موخه ټول پوښتنې پيل شوي دي. دتوکليو نفوس ١٥٠٠ وګړو ته رسيږي،چې ٦٠٠ تنه يې د دې وړ بلل شوي چې په ټول پوښتنو کې برخه واخلي.دغه ټاپوګان چې هوايي ډګر او واټونه نه لري له کال ١٩٢٦ څخه د نوي زيلاند تر واکمنۍ لاندې دى.دټول پوښتنو پايلې به وښيي چې اسيدونکي يې کومه لار ټاکي. د ملګرو ملتونو څلورتنه د دغو ټولو پوښتنو څارنه کوي او يوه بيړۍ ګمارل شوي ترڅو رايې راټولې کړي .د ټاکنو پايلې به په ٥ راتلونکو ورځو کې اعلان شي . دغه ټاپوګان د کال ٢ ميليون ډالر ګټه لري. ", د يوکوچني خپلواک هېواد د جوړيدو ټول پوښتنې 1402,حقمل," دسعودى عربستان مجلس چې ١٥٠ انتصابي غړي لري د يو استازي له هغه وړانديز سره مخالف وکړ چې د ښځو له پاره يې د موټر چلولو د حق غوښتنه کړې وه . مجلس تيره شپه په دغه موضوع خبرې کړې اود دغه هېواد دمجلس مشر ويلي د ښځو د موټر د چلولو موضوع د مذهبي چارواکو د فتوا له مخې اجازه نه لري او مجلس په دې هکله د دخالت حق نه لري .د کورنيو چارو وزير هم خپل مخالفت ښودلۍ مګر د بهرنيو چارو وزير سعود الفيصل او يو شمير نور سياستوال بياد دغه وړانديز ملاتړ کوي. په ١٩٩٠ کال کې ځينو ميرمنو په پلازمينه رياض کې په موټر چلولو لاس پورې کړ چې له ځنډ پرته د پوليسو له خوا ونيول شوې . د عربستان د ١٦ ميليوني وګړو نيمايي برخه ښځې دي. ",د عربستان مجلس دښځو ډريوري و نه منله . 1403,حقمل," د چين په جنوب غرب د( يون نان ) په ايالت کې يومسافروړونکي موټر پرون له سړکه ٥٥ متره کته يوې درې ته ولويد چې له کبله يې ١٩ تنه مړه او ١١ تنه نور ژوبل شول . دغه موټر ٢٩ تنه سپرلۍ ليږدولې چې د چلوونکي د بې احتياطۍ له کبله داپېښه رامينځ ته شوې ده. ",په چين کې د يو بس ١٩ سپرلۍ مړې او ١١ ټپيان شوي. 1404,اسماعيل سنګين,"   بــــدبه اموخــــته شـــم سـت دجـــام مۀ راکــوه ســـــرې شـرابي شــونډې تل مـدام مۀ راکــوه   زړۀ مې د ځيګر په شان راوريت کړ داستا مينې نـور د عــشق لمـبې په هـــر اندام مۀ راکــوه   زه د اسـماعيل سنګين په شان مظلوم سړی يم زما څــيري ګريوان ته لاس د قـام مۀ راکـوه   مـينه محبت عشـق و ګداز لـوړې خبرې دي داسـې غـريب ښـه يـم، لـوړمقـام مۀ راکـوه   ",څيري ګرېوان 1405,," د پوليسو پر وينا په هغه ځانمرګي بريد کې چې نن د بغداد په جنوب شرق د ( نوى بغداد) په سيمه کې د يو بانک مخې ته وشو ٧ تنه مړه او ٤٧ تنه نور ټپيان شول .دغه بريد د خلکو په يوه گڼه ګوڼه سيمه کې رامينځ ته شوى او ويل شوي چې يو کس چې د چاديدونکو توکو کمربند يې له ځان سره درلود د خلکو په ليکه کې ځان وچوو. همداشان د عراق د بريښنا پخوانۍ وزير له يو بريد څخه بچ شوى دى . په بريد کې يو موټر ويجاړ او دوزير دوه تنه ساتونکي وژل شويدي. ",ديوځانمرګي بريد له امله ٧ تنه په بغداد کې وژل شوي 1406,اسماعيل سنګين,"   زمـا په شــان زخــمي ځيـــګـر نۀ لــــري ځـــکه لــه حـــالـه مې خــــــبر نۀ لــــري                                   چـې زه سـنګـين يې کومه لاره څـارم                                 اشـــنا پـه هغـــۀ لار ګـــذر نـه لـــري   خلک په ســترګو کــړي د زړۀ خــبرې ســــترګې زمــا دغــه هــــنر نۀ لـــري ",د سترګو هنر 1407,حقمل," په مرکزي بغلان کې د يوې چاودنې له امله ٢ تنه دولتي پوليس ټپيان شوي دي . دغه چاودنه نن هغه مهال رامينځ ته شوه چې د لويې لارد ساتونکو پوليسو موټر له لارې د تيريدو په حال کې وو . د چاودنې پړه تر دم ګړۍ چا په غاړه نه ده اخيسته . د بغلان د پوليسو يو چارواکي د چاودنې پخلۍ کړى او وايي په دې اړوند يې پلټنې پيل کړې او څلور تنه شکمن کسان يې په دې اړوند نيولي دي. ",په بغلان کې چاودنه شوې . 1408,حقمل," په ولسي جرګه کې د پروان ولايت د خلکو استازه ميرمن سامعه سادات پرون مازديګر د پروان ولايت د توتمدرې په سيمه کې د يو ناکام وسله وال بريد څخه بچ شوه . د ناپيږانده وسله والو په بريد کې د ولسي جرګې د غړې يو ساتونکۍ ټپي شوى او موټر ته يې هم زيان رسيدلۍ دى . دغه ميرمنې نن بينوا ته وويل په پروان کې لاهم داسې کسان شته چې د امينت او سولې پر وړاندې خنډونه پيداکوي . دې له دولتې چارواکو څخه په ټينګه غوښتنه وکړه چې بريدکونکي دې ژر ترژره د قانون منګلو ته وسپاري. ",د ولسي جرګې غړې سامعه سادات له يوبريده بچ شوه. 1409,," د روسيې دولت ويلي ، په تيرزيديز(٢٠٠٥) کال کې په بې ساري توګه د دغه هېواد وسله بهرته استول شوې چې بيه يې تر ٦ ميليارد ډالرو رسيږي . هند او چين هغه ستر هېوادونه دي چې د روسيې وسله او فوځي تجهيزات يې رانيولي دي . د هند د دفاع وزير پراناب موکرجي وايي د هند او روسيې ترمينځ د فوځي تړونونو د کچې بيه له ١٠ ميلياردو ډالرو څخه ډيره ده . همداشان روسيې اعلان کړى دى چې دغه هېواد به په روان زيږديز کال کې د يو ميليارد ډالرو په بيه وسلې او فوځي وسايل ويتنام ته ورکړي .روسيه په پام کې لري چې په راتلونکې کې په بهر کې د وسلو جوړولو شرکتونه او فابريکې رامينځ ته کړي. ",روسيې تير کال د ٦ ميليارد ډالرو وسله پلورلې . 1410,حقمل," قلات ته څيرمه د موسى خيلو په سيمه کې طالب اورپکو تيرماښام يو ټانکري موټر ته چې په قندهار کې يې امريکايي ځواکونو ته تيل ليږدول اور واچوو او د موټر چلونکۍ يي چې پاکستانۍ دى له ځان سره بولۍ دى.د زابل پوليسو د پېښې پخلۍ کړى دى. ",په زابل کې د تيلو يو ټانکري موټر ته اوراچول شوى . 1411,,"   دملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي نن خبریالانو ته وویل چې دملي دفاع وزارت پورې اړوند ٢٥٠٠٠ پخوانیو افسرانو ته چې دغه وزارت تنقیص کړي دي یوه نمره کور دغه وزارت له معاشونو سره یوځای ورکوي. دغه افسران په ١٣٨١ کال کې تنقیص شوي او ملي دفاع وزارت ورته تردې مهال معاشونه ندي ورکړي چې ددغه کار چاره دافسرانو له لوري دلاریونونو راویستلو ته وتې وه او دخپلو حقونو غوښتنې به یې تل دلاریونونو له لارې کولې. ",تنقیص شویو پخوانیو افسرانو ته کورونه ورکول کیږي. 1412,,"   دملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي نن خبریالانو ته وویل چې دهلمند په ولایت کې دهغه ادعا ترمخې چې دطالبانو ویاند خبري رسنیو ته کړې گوندې دملي اردو دوه تنه سرتیري تیره شپه په هلمند کې وژل شوي رد کړه او وې ویل هیڅ راپور پدې اړه نلري. ",ملي دفاع وزارت ; په هلمند کې یې سرتیري ندي وژل شوي 1413,,"   دطالبانو یوه ویاند ډاکټر حنیف خبري رسنیو ته ویلي چې دغه جنگیالیو په ارزگان کې پر یوه امریکایي تیریدونکي کاروان برید کړی چې ددوی په وینا یې زیان ورته اړولی. دغه راز همدغه طالب ویاند دبغلان په ولایت کې دامنیت لپاره دنړیوال مرستندویه ځواک یا ایساف ددوو موټرو دسوزیدو خبره کوي چې طالبانو کړی. خو تر دې مهال دایساف او امریکایي ځواکونو له لوري دخبر پخلی ندی شوی. ",طالبان امریکایانو ته دزیان خبره کوي. 1414,حقمل," د عراق د پخوانى ديکتاتور صدام او ٧ تنو پلويانو د محاکمې يولسمه ناسته نن جوړه شوه او دغه محاکمې ته صدام او ورور يې برزان په زور راوستل شوي دي. دى په ډيره غوسه چې عراقي جامې يې په تن او قرانکريم يې له ځان سردرلود د محاکمې ناستې ته داخل شو او مړ دې وي بوش ، ژوندى دې وي عراق، مړه دې وي جاوسوسان او ژوندي دې وي د عراق ولس شعارونه ورکول . دغې ناستې ته د صدام د دفتر رئيس احمد السامريي هم د شاهد په توګه حاضر شوىوو .ده يوه عربي تلويزيون ته ويلې چې په زور سره محاکمې ته را وستل شوى ، ده دمحکمې د قاضي د ډيرو پوښتنو په ځواب کې يوازې دومره ويل : څه شۍ په ياد نه لري. د صدام ناسکه ورور برزان هم د اعتراض په توګه په ځمکه کيناست او زياته يې کړه ، حاضر دى ،هغه مهال دغه قضا ومني چې دمدافع وکيلان يې په محکمه کې حاضر وي. ",صدام په زور محکمې ته حاضر شو. 1415,حقمل," د پاکستان د بهرنيو چاروزارت وياند تسنيم اسلم ويلي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزى به د فبروري په ١٥ نيټه د يو ٣ ورځني رسمي سفر په موخه پاکستان ته ورسيږي . ده ويلې کرزي به د پاکستان له ولسمشر جنرال پرويز مشرف او لومړي وزير شوکت عزيز سره د دوه اړخيزواړيکو دودې او پراختيا په هکله خبرې وکړي. ",کرزي به د چهارشنبې په ورځ پاکستان ته لاړشي . 1416, مروريوسفزى," يوڅودښاريوڅودغروليوني  سره يوځاى شول په نخروليوني  خدايه چې څه ټكه پرې پرې وتله  چې داوگړي شول ورو ورو ليوني  مروريوسفزى ",څلوريزه 1417,," ميدان وردګ :  دسلواغې پر ۲۳ مه ددوشبې په ورځ دميدان وردګوولايت كې د منجنمنټ\مديريت يا سمبالښت اووه ورځنى سيمنار پاى ته ورسېد. سيمنار كې دميدان وردګوولايت دمعارف، لېسو، منځنيو اولومړنيو ښوونځيو مديرانوچې شمېرېې اويا تنو ته رسېده، دمهارتونودلوړاوي په خاطر ګډون كړىوو. نوموړى اووه ورځنى سيمنار دميدان وردګوولايت دمحترم والي عبدالجبار`نعيمي`په زيار دپاملرنې مؤسسې له خوا په دې اړه چى ولايت كې سولې راوستنې ته زمينه مساعده اودپوهنې رياست پورې تړليوچارواكو مهارتونه لوړكړي ؛ چمتوكړى شوىؤ.دسيمنار دپاى ته رسېدوپه غونډه كې دميدان وردګوولايت والي ښاغلي`نعيمي` دپاملرنې مؤسسې دمركزي چلونځي( دفتر) اوولايتي استازيو ، دسويډش كميتې استازي،بلجيم دميدان وردګوولايت دكليودبيارغونې اوپراختيا رئيس،دپوهنې رئيس او نورو گڼوچارواكوبرخه اخستې وه په سر كې دپاملرنې مؤسسې استازي دپاملرنې مؤسسې په چارو رڼا واچوله اودسيمنار پرجوړښت اوسمبالښت ېې خبرې وكړې. همدارنګه دميدان وردګوولايت والي ښاغلي عبدالجبار`نعيمي` غونډې ته په خپلوخبروكې وويل: `معارف دټولنې دپرمختيا، امنيت او سولې دملاتير تشكيلوي..زمونږ غم ځپلى هېواد معارف ته ډېره اړتيالري.... كه زمونږ معارف پياوړى وي نوزموږ پرمختګ ورسره هغومره ګړندى كېږي.....له همدې امله د راتكونكي كال په پلان كې معارف ته له هر څه نه لومړيتوب وركړل شوى دى... پر دې مهال خوشحاله يم چې استادانو اومديرانو په لږوامكاناتو ډېركارونه سرته رسولي له همدې امله ددوى مننه كوم.....هغه وخت به لا ډېر خوشحاله شم چې په ټولوولسواليوكې دمعارف لپاره په عصري وسيلو سمبالې ودانى ووينم....له استادانوڅخه غواړم چې زده كوونكي سولې ته وهڅوي، له ناوړه كاروېې منع كړي دسيداباد..... ولسوالۍ په مظاهروكې زده كوونكي لتاړوو،چې خورا د افسوس وړده...`` ښاغلي نعيمي دخپلوخبرو په اوږدو كې گډونوالونه وغوښتل: ``كه تاسو له ځانه سره دمعارف په اړه هر ډول وړانديزونه لرئ له مونږ سره ېې شريك كړئ تر څو په راتلونكي پلان كې ځاى وركړو....په پاى كې له پاملرنې مؤسسې نه مننه كوم چې په دې پيمانه پوهنيزسيمنار ېې جوړكړ اوزمونږ دولايت معارف په لاره كې ېې راسره مرسته وكړه. له دوى اونورومرستندويوټولنو څخه هيله لرو چې په راتلونكې كې هم دې ته ورته سيمنارونه جوړكړي...` همدارزدغونډې په اوږدو كې دمعارف ، كليو پراختيا اوبيارغونې رئيسانو په خپلوراتلونكوپلانونوخبرې وكړې. دوى وويل چې په راتلو نكې كې ديرش ښوونيز مركزونه اودغو ټولو ته دپاكواوبوبراول په پام كې لري. په پاى كې دسيمنار په ګډونوالو بري ليكونه وويشل شول. اوغونډه دهېواددامنيت، سولې اوپوهنيز پرمختګ په دعاوو پاى ته ورسېده. ",په وردګوكې دسمبالښت ٧ورځنى روزنيزسيمنار 1418,," ", 1419,عبدالهادي حيران," عبدالهادي حيران څو ورځې د مخه چې ملګرى صادق ژړک د ""پښتو ادبي غورځنګ"" لخوا د کېدونکي دويم نړيوال سيمينار د تابيا په سلسله کې له کوئټې څخه پېښور ته راغى نو د دوه مياشتنۍ ""لمبه"" او ""د پښتو سُوچه توري"" سره ئې د ""وچه لښته"" په نوم يو بل کتاب هم راکړ. او راته وې ويل چې دا په بلوچستان کې د پښتو لومړى ناول دى. لدې وړاندې مې د ډاکټر ميا سهېل انشاء په يوه مقاله ""بلوچستان کې د پښتو ادب"" کې لوستلي وو چې په بلوچستان کې تر اوسه پورې د پښتو ناول نۀ دى ليکل شوى. دا چې په بلوچستان کې د پښتو د دومره زيات شمېر او ښو ليکوالو په موجودګۍ کې ناول نۀ و ليکل شوى د حيرانتيا خبره نۀ وه ځکه چې تر اوسه پورې په ټوله پښتو کې لا د ناولونو شمېر دومره نۀ و چې مونږ پکې د معيار او مقدار خبره کړې وى . البته په تېرو څو کلونو کې چې په ګران افغانستان کې فرهنګي او کلتوري هلو ځلو وده موندلې نو د ناولونو شمېر لږ لږ په زياتيدو شو چې پکې څو ښۀ ناولونه هم ليکل شوي او ژباړل شوي دي. او دا دى بلوچستان هم په دې بهير کې شامل شو. د ""وچه لښته"" په نوم د ناظر صادق دا ليکنه چې د پښتو ادبي غورځنګ کوټه لخوا خپره شوې او دوى ورته پخپله د ""ناول"" نوم ورکړى دى، مونږ دې ته اړباسي چې يادونه ئې د ناول په توګه وکړو. خو تر کومه حده چې د ناول خپل د ليک انداز، لوازمات او اصول دي يا چې نن د پښتو ناول د کومو ارتقائي مرحلو نه تېريږي، د هغې په نظر کې نيولو سره دا وينا بالکل سمه ده چې دا ناول نۀ دى. له فني جوړښت پرته د دې کيسه او د کيسې موضوع هم دومره زياته زَړه او مښل شوې ده چې سړى ئې د يو څو کرښو په لوستلو سره په ټوله کيسه او موضوع پوهېږي او بيا ترېنه بېزاره کېږي هم. که له موضوع او کيسې څخه يې تېر شو نو بيا هم پکې د ليکنې د انداز او د کمپوز دومره تيروتنې دي چې لوستونکي ته يې د کتاب په هر مخ کې احساس راولاړېږي. زما يو ملګرى وائي چې هر لومړى کار همداسې وي. خو زه وايم چې خبره داسې نۀ ده ځکه چې دا کۀ په بلوچستان کې د پښتو لومړى ""ناول"" دى خو د پښتو لومړى ناول نۀ دى. په پښتو کې هر څو کۀ ډېر ناولونه نۀ دي ليکل شوي ولې کوم چې ليکل شوي دي په هغو کې ډېر ښۀ ښۀ ناولونه شته. د بېلګې په توګه مونږ د نور محمد تره کي، ډاکټر شېرزمان طائزي، استاد سعد الدين شپون، طاهر اپريدي او ځينيو نورو ليکوالو ناولونه وړاندې کولاى شو. نو هر کله چې دا په پښتو کې لومړى ناول نۀ دى، او په پښتو کې د ناول ليکنې په زړۀ پورې مثالونه شته نو بيا دې ولې په بلوچستان کې د لومړي ناول په نوم د دومره کمزورې او روايتي کيسې کتاب مخې ته راشي؟. په هر حال، ملګرى صادق ژړک خپل يو فکر لري او وائي چې کۀ هر څنګه دى خو مونږ په بلوچستان کې د ناول تشه ډکه کړه. کله چې به خلکو د بلوچستان د پښتو ادب په هکله خبره کوله نو تل به دا پوښتنه راولاړېده چې په بلوچستان کې داسې پښتون ليکوال نشته چې ناول وليکي؟. اوس چې کوم ښۀ ليکوال دي هغوئ دې تکړه شي او د دې نه دې ښۀ ناولونه وليکي. زه فکر کوم چې زما په دې څو ټکو به ملګرى ناظر صادق او د غورځنګ نور ملګري نه وي خفه شوي. يقيناً چې دا وخت په بلوچستان کې د رب نواز مائل، صاحبزاده حميد الله، سعيد ګوهر، دروېش دراني، فاروق سرور، خير محمد عارف، محمود اياز، سرور سودائي، ابوالخير ځلاند، عمر ګل عسکر، راز محمد راز، رازق فهيم، صادق ژړک، فيض محمد شهزاد، عبدالکريم بريالي، خليل باور، بارکوال مياخېل او بشير احمد نادم غوندې ليکوالان، شاعران او کره کتونکي شته چې د پښتو ادب لپاره د دوئ کار و زيار له هيچا پټ نۀ دى. اوس خو زمونږ د کراچۍ ملګرى طاهر بونيرى هم په کوئټه کې دى نو دا وخت د هغۀ ادبي هلې ځلې هم د بلوچستان د ادبي هلو ځلو په ""کهاته"" (کتار) کې حسابيږي. دوئ ټولو چې د شاعرۍ، تحقيق، افسانې، تنقيد او ژباړو په ميدانونو کې کوم معياري او په زړۀ پورې کار کړى دى نو هيڅ لرې نۀ ده چې ډېر ښۀ ښۀ ناولونه ئې هم ليکلي وي يا ئې وليکي. په دې لړ کې لومړى کوښښ د ناظر صادق و چې د ""وچه لښته"" په صورت کې په ادبي نړۍ کې راښکاره شو. خداى دې وکړي چې د ملګري ناظر صادق دغه لومړى کوښښ دومره بختور شي چې د پښتو ټول سيال او د نړيوال معيار ناولونه په بلوچستان کې وليکل شي.   انځور :  محمدصادق ژړک ، د پښتو ادبي غورځنګ دفتر –  سهيلي پښتونخوا کويټه   ",په سهيلي پښتونخوا کې هم پښتو ناول وليکل شو 1420,هيواد افغان,"   اوس خو خبره سپينه شوه !   هېواد افغان د طالبانو يو نظامي قوماندان ملا دادالله په خپله تازه مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې تاسې ته د الوتکي ضد وسلې  چا درکړي دي؟ وويل "" مونږ نشو ويلاى چې دا مونږ ته فلانکي راکړي دي او مونږ سره تقريباً د دنيا کافران او مسلمانان کومکونه کوي مسلمانان يې د اسلام په بنياد کوي او کافران چې د امريکا سره کومه دښمني لري هغه يې په دې راسره کوي مونږ انشاء الله شيان هم لرو او اوس به يې خلک له دې بعد (وروسته) په زياته پيمانه راکړي."" په دې ځواب کې چې کوم ټکي ته بيا بيا زما پام اوړي هغه دا دى چې د طالبانو سره ځينې اسلامي او ځينې کفري هېوادونه مرستې کوي او په افغانستان کې يې جنګوي. په اسلامي هېوادونو کې خو ښکاره خبره ده چې يو پاکستان دى چې په افغانستان کې له ډېره پخوا راهيسې خپل سياسي اهداف لري. او کفري هېوادونه (چې امکان لري چين او روس وي)، لکه چې دادالله ورته اشاره کړې ده، د امريکا سره د مخالفت له امله په ښکاره توګه نشي کولاى چې د امريکا خلاف د جنګ اعلان وکړي نو پټ په پټه طالبانو ته وسلې، مهمات، دولت او نور شيان ورکوي چې د امريکا خلاف يې وجنګوي. د امريکا د دغو مخالفو قوتونو به خپل سياسي اهداف وي خو پوښتنه دا ده چې ايا د افغانانو به ټول عمر همدا کار وي چې د امريکا لپاره به روس ماتوي او د روس لپاره به د امريکا خلاف جهاد کوي؟. او ايا افغانستان د دې پرديو جهادونو ټيکه اخستې ده؟. کۀ څوک په دې خبره پوهېږي نو د ملا دادالله په دغه يوه خبره کې هغه ټول حقيقتونه واضح شوي دي چې افغان او افغانستان ئې در په دره کړي دي او لا تر اوسه پورې د افغانان ددغه ""ډالري جهاد"" څخه  نه دي خلاص شوي. دا لومړى ځل دى چې د طالبانو يو مهم قوماندان دا خبره مني چې دوئ ته مرستې او مهمات ځينې کفري هېوادونه هم ورکوي. او په دنمارک کې د اسلام د پيغمبر حضرت محمد (ص) د بې ادبه کاريکاتور د خپرېدا د پېښې څخه وروسته به دغه هېوادونه طالبانو سره خپلې مرستې نورې هم پرېمانه کړي تر څو طالبان د بې ادبه کاريکاتور بدل د مغربي نړۍ څخه واخلي. خو دلته يوه پوښتنه بله راولاړېږي چې ايا هغه کفري هېوادونه چې طالبانو ته د امريکا خلاف د جهاد لپاره مرستې ورکوي د اسلام پېغمبر ته هم درناوى لري؟ خامخا به يې لري ځکه چې دا مهال هغوئ په افغانستان کې يو مېشن لري او د هغې مشن لپاره يې طالبان په لاره اچولي دي. د روس خلاف د امريکا د جهاد پر مهال هم د غربي نړۍ هغه ټول هېوادونه چې جهاديانو ته يې مرستې او مهمات ورکول تر ډېره حده ""مسلمانان"" شوي وه. خو چې کله روس مات شو، هغوي خپل اهداف ترلاسه کړل نو بيرته ""مرتد"" شول. ملا دادالله په خپله دغه مرکه کې دا اعلان هم وکړ چې څوک د دنمارک په ورځپاڼه کې د بې ادبه کاريکاتور د خپريدا مسئول ووژني نو طالبان به هغه ته سل کيلو ګرامه سره زر انعام ورکړي. دوه ورځې وروسته طالبانو د لغمان ولايت د قرغيو په ولسوالۍ کې يو مکتب ته ورغلل، د مکتب ټول سامان يې راټول کړ او اور يې ورته کړ. د راپور له مخې طالبانو د مکتب د کتابونو او نورو سامانونو سره قران کريمونه هم راواخستل او اور ته يې ورواچول. ايا دا د قران کريم سپکاوى نه دى؟ يا د طالبانو لپاره د الله پاک له لوري خاص حکم نازل شوى دى چې هغوي که د قران پاک بې ادبي کوي نو خير دى. په هر حال، دا خبره خو سپينه وه چې د روس خلاف امريکا کوم جهاد وکړ او په مليونونو افغانان يې پکې خاورې ايرې کړل د هغې پايله د افغانانو د نورې تباهۍ په صورت کې راووتله. او دا خبره هم سپينه شوه چې اوس طالبان په افغانستان کې د امريکا خلاف کوم جهاد کوي دا ځينې اسلامي او ځينې کفري هېوادونو روان کړى دى. اسلامي هېوادونه خو يو ښکاره پاکستان دى. بل کېدلاى شي چې ايران وي ځکه چې اوس ايران هم په دې هڅه کې دى چې په افغانستان کې د امريکا پښې ووهي. د دې لپاره طالبان په ميدان کې موجود دي. طالبان هر څو کۀ د خپلې واکمنۍ پر مهال د ايران سره خلاف وه خو دا په افغانستان کې د جهاد او اسلام په نوم جنګيدونکو ډلو لپاره يوه عادي خبره ده. رباني د روس په خلاف د شل کلن جهاد څخه وروسته د روس په غيږ کې سر کېنښود؟ او اسامه، حکمتيار او نورو چې د امريکا نوکري کوله اوس د امريکا دښمنان نه شول؟ مقصد دا چې د دې خلکو هيڅ ايمان او عقيده نشته. چا چې د جنګ لپاره دولت او مهمات ورکول دوئ د هم هغو نوکران دي. وژل کېږي خو هسې هم دوئ نه. وژل کېږي خو عام افغانان.     ",ملادادِالله وايي : کفري هيوادونه ددوی مرسته کوي ! 1421,هميم جلالزی - کابل," پښتني مينه اوښې چارې!  نه پوهېږم ټول خلک به داسې وي  او که به زما په څېر ځينې خلک   دانټرنټ په کارولو باندې داعتياد تر بريده پورې روږدي وي. زه دخپل کار دنشتوالي په مهال دومره زياتې ويبپاڼې پرانيزم او ګورم چې باور لرم ډېر کم خلک به يې ګوري. کله کله خو لا ددفتر ملګري هم راته وايې چې ته ولې دومره ډېر له انټرنټ سره بوخت يې آخر... يوه ورځ راته دانش صيب په ټوکه وويل چې ته له بل هر چاڅخه انټرنټ ډېر کاروي نو دفتر ته يې بايد بېلې روپۍ ورکړې. په هر حال کله چې زه پښتو ويبپاڼې ګورم (که سپين سترګې توب نه وي) نو زړه مې باغ- باغ کېږي او هغه خبرې راته دکېنه ګرو ډانډورې غږول ښکاري چې ويل به يې  پښتو ژبه که ژر وي او که وروسته دژونديو ژبو له کتاره به ووزي. دژبې دپايښت لپاه په اوسمهاله نړۍ کې له عصري تکنالوژۍ ګته او کار اخيستل هغه څه دي چې موږ يې تر ټولو اغېزمنه لاره بللاى شو. څوکاله وړاندې کېداى شي زماپه څېر ډېرو کلېوالو هلکانو او زلموټو داسې تصور هم نه شواى   کولاى چې يو وخت به په هېواد کې دانټرنټ اسانتياوې په دومره پراخه کچه رامنځ ته کېږي، داخو پرېږده چې دانټرنيټ په نړيوال جال کې به هم افغان زلميان دپښتو ژبې لپاره دالکترونيکي نړۍ په جغرافيايې نقشه کې يوه برخه بېلوي. داښايې ديوويشتمې پېړۍ غوښتنه هم واوسي چې پښتو هم بايد دنورو ژبو په څېر دانټرنټ له نړيوال جال څخه کار واخلي .خو زما په اند ترټول ارزښتاکه خبره له عصري تکنالوژۍ څخه دکار او ګټې اخيستلو ډول او څرنګوالى دى. کله کله له انسان څخه په غير شعوري ډول داسې څه پېښ شي چې سړى يې تمه نه لري، او ددغه کار ساحه   هم بريد نه لري. خو دپام وړ خبر ددغسې يوې پېـښې له اغېزو سره تړاو لري چې کله مثبتې او کله بيامنفي خېژي. زه نه غواړم ځان ديوه کره کتونکي په توګه لوستونکو ته ور وپېژنم بلکه دبېنوايانو له غوښـتنې سره سم   هغه څه ليکم چې زه يې دبېنوا ويبپاڼې په اړه خپل نظر ګڼم. که په لنډو ووايم بېنوا ويبپاڼه دليکنوله مخې داوسمهاله پښتو ويبپاڼو تر ټولو يوه بډايه ويبپاڼه ده چې دپـښتو ژبې او پښتنو لپاره ځانګړى ارزښت لري. ښايې داسې څه به نورو هم ددغې ويبپاڼې په اړه لېکلې وي خو هغه څه چې زه ليکم ښايې لږو به ورته اشاره کړې وي. دبينوا ژبه زمانه ده خوښه (دادنورو په استازي توب نه وايم ) بينوا چې لر او بر پښتانه يې لوستونکي دي  او دشيطان غوږونه دي کاڼه وي ديوې نامتو پښتو ويبپاڼې په توګه پېژندل کېږي ،داسې ژبه کاروي چې سميېزه لهجه ورته ويلاى شو،او داکار زما په اند ځينې ستونزې راولاړوي. لومړى داچې يو شمېر لوستونکې داسې استنباط ترې کوي چې بېنوا ديوې سيمې دوګړو لپاره کارکوي او هر څه چې خپروي هغه دهمدغې سيمې دوګړو لپاره خپروي. او دوهم که چېرته موږ دملت جوړونې بکروانډ ته وګورو نو په سيمو پسې تړاو نه شي زغملى نو پر دې بنسټ دبېنوا ياران هم بايد دلوستونکو اندېـښنې او انګېرنې له پامه ونه غورزوي. زموږ يوه همکار يو وخت په بېنوا کې يو خبر ليدلى و، هلته ليکلې وو چې ((.... پارلماني ټاکنې وسوې...)) نوموړى په دې کې نښتى وو چې وسوې د((وشوې)) پرځاى کارول شوى ويى دى او که د(( وسوځېدې)) په ځاى.  ده استدلال کاوو چې يو شمېر پښتانه دوسوځېدې پرځاى وسوې وايې. دغه راز يو شمېر نورې بېلګې هم شته چې بايد نغوته مې ورته کړې واى خو دريغه چې دومره وخت له چاسره شته چې زما ټولې بابولالې ولولي. خلک وايې چې ګمان دايمان زيان دى خوکه رښتيا وايم دبېنوا ددغې پاليسي له امله کېداى شي  چې ډېر خلک به له ستونزو سره مخامخ شوي وي.که په ځانګړي ډول ووايو،نو ښايې تر ټولو وړاندي به هغه  غير پښتانه وګړي چې غواړي پښتو زده کړي له دغې ستونزې سره مخ وي . ددغه ملګرې له خبرې سره ماته دزيار صيب خبره راياده شوه چې ويل يې  بهرنيان چې زموږ ژبه نشي زدکولاى يواځنى لامل يې دادى چې پښتو نه دويلواو  نه هم د ليکلو معياري بڼه لري. زما په اند دابه يو سميېز انحصار وي چې بېنوا پکې راګېر پاتې   کېږي هېله ده چې دغې ستونزې ته پام وکړي. خو که له دې څخه راتېر شو نو په زغرده ويلى شو چې بېنوا داسې يوه ويبپاڼه ده چې دپښتو ژبې لپاره يې په  لږ عمر کې  تر نورو ډېرو سيالوپاڼوزيات او دپام وړکار کړى دى. په پاى کې يې  چلوونکو ته برياليتوبونه او لوستونکو ته دخوښۍ هېله. دخداى ښه  ورور مو هميم جلالزى، کابل ۱۴- فبروري ۲۰۰۶ ",سپېلني به دودوم درته جانانه 1422,," په هغه بمي چاودنه کې چې نن له غرمې وروسته د ٣ بجو په شاو خوا کې د کابل ښار په شپږمه ناحيه کې د سړک پر غاړه رامينځ ته شوه د ملي اردو يو سرتيرى ټپي او موټر يې ويجاړ شو .د پېښې سيمې ته بهرني او دولتي ځواکونه رسيدلې او په دې هکله يې پلټنه پيل کړې ده . ",په کابل کې چاودنې يو دولتي عسکر ژوبل کړ . 1423,," له غرمې وروسته د ٢ بجو په شاوخوا کې د کنړ ولايت دڅوکۍ د خاکي قلا په سيمه کې په بمي چاودنه کې يو دولتي عسکر مړ او ٥ تنه نور ټپيان شوي دي .د څوکۍ ولسوال ويلي چې چاودنه د لري څخه د ريموټ کنترول له مخې شوي او ټپيان د درملنې له پاره روغتون ته ليږدول شوي دي . دا دريمه چاودنه ده چې په دې ورستيو ورځوکې په کنړ کې رامينځ ته کيږي . په دغو چاودنو کې ١٠ دولتي عسکر مړه او ١١ تنه نور ټپيان شوي دي. په نننۍ چاودنه کې د سرتيرو يو موټر هم يجاړ شوى دى .دغه دولتي سرتيري د جلال اباد څخه د اسعداباد په لورروان وو. ",په کنړکې يو دولتي عسکر مړ او ٥ تنه نور ټپيان شوي . 1424,حقمل," د هرات اوسيدونکو او ځايي سوداګرو ته د ستر ځاني او مالي اوښتي او رسيدلي زيان مسئولين څوک دي او دولت به په دې اړوندڅه وکړي؟ دا هغه سوالونه دي چې د هرات هراوسيدونکۍ او ځايي سوداګريې په خپلو ناستو او بنډارونوکې مطرح کوي . دځايي سوادګرو مشر الکوزى وايي تر ٢٠ ميليون ډالرو پورې د هرات په تاوتريخوالي کې سوداګرو ته زيان رسيدلى او د سوداګرو دوو سرايونو ته اوراچول شوي دي . د هرات والي سيدحسين انوري وايي چې کميسيونونه يې ټاکلي ترڅو رسيدلۍ زيان وارزوي . يو بل هراتۍ وايي ددوى له سلو څخه تر ١٢٠ پورې د پرزه فروشى دکانونه سوي او چور شوي دي. د شيعيه ګانو ، سنيانواودولتي پوليسو په دغه اخ ډب کې کې ٤ تنه مړه ، ١٥٠ تنه ټپيان او ٥٤ تنه لادرک دي .د پوليسو مشر سالنګى هم دعوا کوي چې ١٠٠ تنه پوليس يې ټپيان شوي او ١٤ تنه يې له لاسي بمونو ، چړو او ....... سره يو ځاى نيولي دي.په اخ ډب کې يو شمير کورونو اوهټيوته ډيرز يان رسيدلى دى. د دولتي پلاوي مشر اسمعيل خان دغه اخ ډب تصادفى او ديو شمير احساساتي ځوانانو کار بللى دى . دهرات والي بيا وايي دا د اشوب ګرانو کار دي او د بهر څخه په کې لاس نه وو .دولت هم د تل په څير له داشان پېښو سره يوازې د کميسيونو او پلاويو په جوړولو او ليږلو هرڅه ته ځواب ويلى دى.ممکن په وروستۍ پريکړه کې د ګوتو له شميرکم دولتي چارواکي له دې ولايت څخه يو بل ولايت ته تبديل او وليږل شي او دهغو سياسي کړيو غوښتنې په کې تر سره شي چې دې داډول تاوتريخوالۍ په رامينځ ته کېدو يې د افغان ولس ترمينځ د مذهبي دشمنيويو نوى باب پيل کړ. ",د هرات د اوښتي زيان مسئولين څوک دي؟ 1425,حقمل," په افغانستان کې د ميشت امريکايي فوځونو چارواکو منلې چې د ارزګان ددهراود په سيمه کې يې څلورتنه سرتيري په يوه بمي چاودنه کې وژل شوي دي. د فوځونو په خپره شوې پاڼه کې راغلي چې له چاودنې سره سم ددولت مخالفو جنګياليو پردوى ډزې پيل کړيدي چې د دوى پنځه تنه افغان پلويان ساتونکي هم په دغو ډزو کې وژل شوي دي.پېښه هغه مهال رامينځ شوې چې امريکايي ځواکونه په سيمه کې د دوشنبې په ورځ په ګزمه بوخت وو . په دغه ځايي ډز او غرپ کې بهرنۍ چورلکى هم د خپل فوځونو د ژغورلو په موخه سيمې ته رارسيدلي وې .د مخالف جنګياليو دمرګ او ژبلې په هکله تراوسه څه نه دي ويل شوي.په دې سره په افغانستان کې د وژل شويوامريکايي عسکرو شميره ٢١٤ تنو ته ورسيده .دغه بريد په داسې مهال ترسره کيږي چې د بريتانوي ځوکوانو يو ه ډله د افغانستان په لور پرون له خپل هېواد څخه روانه شوه . کاناډا او هالڼد هم غواړي دغو سيموته نوي ځواکونه د ناتو په چوکات کې وليږي . ",په ارزګان کې ٤ امريکايان وژل شوي . 1426,حقمل," د هلمند ولايت امنيتي چارواکو د ګرشک په سيمه کې د ٣ تنو ساتونکو مړي پيداکړي او په دې لټه کې دي چې د ٣ نورو تښتول شويو ساتونکو پل همد پيداکړي . د پليسو يو افسر نن د ټلفون په ليکه بينوا ته وويل ،طالب اورپکو ددوشنبې په ورځ د ګرشک په سيمه کې په ساتونکو ځايي مليشو بريد وکړ چې دوه تنه يې ځاى پر ځاى ووژل او ٦ تنه نور يې له ځان سره يوړل . ويل کيږي طالبانو دغه کسان وژلي اود سيند اوبو ته يې غورځولي دي.د طالب اورپکو وياند قاري يوسف ويلى چې په دغه بريد کې ددوى يوطالب مړ او ٢ تنه ژوبل شوي دي . ده داهم ويلي چې په بريد کې يې د ځايي پوليسو مشر هم وژلى دى. ",افغان چارواکو د ٣ ساتونکو مړي پيدا کړي دي. 1427,حقمل," د افغانستان ، پاکستان ،ترکمنستان د لوړپوړو چارواکو په ګډون له افغانستان څخه پاکستان ته د ترکمنستان دغازو د نل ليکې پر سر د خبرو او بحث نهمه ناسته نن په عشق اباد کې پيل شوه.دغې ناستې ته د افغانستان د کانو وزير مير محمد صديق ،د پاکستان د نفتو وزير امان الله خان جدون او دهند دغازواونفتو وزير دينشا جاورى خاى پاتل د ترکمنستان پلازمينې ته رسيدلي دي . دا دريمه غونډه ده چې په ترکمنستان کې جوړيږي . ټاکل شوې په دغه ناسته کې د اسيا پرمختياي بانک چارواکي هم ګډن وکړي.په سيمه کې ددغې سترې پروژې له مخې په پام کې ده چى د کال ٣٣ ميليارد مکعب ګاز د ترکمنستان له دولت اباد څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته صادر شي . چارواکو هيله څرګنده کړې ده چې په دغه ناسته کې به يو شمير تړونونه لاس ليک کړي . همداشان په پام کې ده چې د پاکستان د ملتان له ښار څخه بيا د هند دفزليکا ترسيمې دغه نل ليکه وغزول شي.ناسته به صبا هم دوام وکړي. ",دغازود نل ليکې نهمه ناسته په عشق اباد کې پيل شوه 1428,حقمل," ننه سهار د هند په شمال کې د سيکيم ايالت نسبتا يو څه قوي زلزلې چې اندازه يې د ريختر ٥ اعشاريه٧ درجې ښودل شوې، ولړزاوه . د ځاني او مالي زيان په هلکه تراوسه رپوټ نشته ،مګر دزلزلې ټکان د هندوستان په شمال شرق په ټوله همالياکې احساس شوى دى. خلک په ډيره ويره سره واټونو ته راوتلي دي. ",نسبتا يوڅه قوي زلزلې د هندشمالى سيمې لړزولې. 1429,,"   نن خبریالانو ته دولسمشر کرزي ویاند کریم رحیمي وویل چې ددو هغو نیپالیانو په اړه هڅې روانې دي څوک چې څه موده وړاندې یرغمل شوي نوموړي دم گړۍ دزیاتو جزئیاتو په اړه ونه غږید خو ولې دا یې وویل چې په نیږدو کې به راخوشې شي. دغو دوو نیپالیانو له یوه امنیتي شرکت سره کار کاوه چې څه موده وړاندې دکابل دشهر نو له سیمې تښتول شوي چې دتښتولو پړه یې چا په غاړه نده اخیستې. ",د دوو یرغمل شویو نیپالیانو لپاره هڅې روانې دي. 1430,,"   دائتلافي ځواکونو له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددغو ځواکونو دزابل دولایتي بیارغونې ټیم یا PRT هغه ښوونځی او روغتیايي کلینیک چې دفبرورۍ په ٨ دقلات په ښار کې لاریون په اثر سوځیدلي وه بیاورغوي او دگټې اخیستنې لپاره به چمتو شي. دهیواد په سهیل کې دښوونځیو سوځول ددولت دمخالفینو مهم کار گرځیدلی چې په گڼ شمیر کې ښونځي داور لمبو خپل کړي. ",زابل کې سوځیدلی ښوونځی بیارغول کیږي. 1431,حقمل," تر سختو امنيتي تدبيرنو لاندې نن د لبنان په زرګونو وګړى د بيروت ښار واټونو ته مخه کړې ترڅو د شهيدانو په ډګر کې د خپل پخوانى لومړى وزير رفيق حريري ياد د تل لپا ره ژوندى وساتي. حريري په همدغه ورځ يو کال وړاندې ( ٢٠٠٥ کال د فبروري ١٤ نيټه ) په يوه درنه چاودنه کې د بيروته په غرب کې د سان جرج هوټل ته مخامخ ووژل شو.په دغه چاودنه کې ٢١ تنه مړه او ١٥٠ نور ټپيان شول . نن د لبنان خلک د حريري او نورو قربانيانو ياد او خاطرو ته درناوى کوي.په بيروت کې دولتي دفترونه ،پلورنځي او سوداګريز مرکزونه تړل شوي اودولت دغه ورځ په ټول هېواد کې رخصتي اعلان کړې ده .ډيره وګړي له ځانو سره شعارونه لري چې ځينې يې داسې ليکل شوي: زموږ زړونه له تاسره دي،ستا سره مينه لرو، د حريري د ترور دحقيقت کشفولو ته سترګې په لاريو. ",دحريري په ياد په زرګونه لبنانيان دبيروت واټونو ته وتلي 1432,حقمل," تيره شپه د روسيې په پلازمينه مسکو کې د پراودا ورځپاڼې په ډيره زړه ودانۍ کې اورلګيدلۍ اوددغه پخوانۍ ورځپاڼې ٨٠ کلن ارشيف په کې په بشپړه توګه سوى دى .د چارواکو پر ويناټول تاريخي سندونه د ( نورنبرګ)د محکمې د رپوټونو په ګډون هرڅه له منځه تللي او نه جبيره کيدونکۍ زيان رسيدلى دى. د پراودا ( حقيقت) ورځپاڼه په کال ١٩١٢ کې په خپرونو پيل وکړ. په دغه ودانۍ کې د يو شمير نورو ورځپاڼو دفترونه هم وو . د اورلګيدنې لامل تر دم ګړۍ د بريښنا دزړو مزوشارټي بلل شوې .د اورلګيدنې پېښې هرکال په روسيه کې ډير ځاني او مالي تاوانونه له ځانه پرېښي چې يوازې په تير کال کې د ارلګيدنې په ٢٢٦ پېښو کې په ټوله روسيه کې څه ناڅه ١٨ زره کسان وژل شوي دي. ",د روسيې د پراودا ورځپاڼې ٨٠ کلن زوړ ارشيف وسو. 1433,," حضرت بهار - خوست وړمه ورځ ( د ۲۰۰۶ د فبروري په لسمه )  د خوست ولايت د متون بابا په کلينيک کې د پوهنمل ډاکټر بادشاه زار عبدلي لخوا د ٢٥کلني ښځينه مريض څخه ١٦،٥ کيلوگرامه تومور وايستل شو ددغه تومور ايستنه ددوه ساعته عملياتو په نتيجه کې ترسره شوه چې د عملياتو وروسته د مريض روغتيايي حالت د ډاډوړ و او ددغه عملياتو جريان د فلم پواسطه ثبت شوي هم دي دغه مريض چي په تومور يي په لومړي سر کې د اولاد گمان کيده د همدې ناروغي له امله څو ځلې د پاکستان پشاور ښارته هم تللي وه خو چا يي عملياتو ته زړه نه ښه کاوه. دا چې ولي ددغې دانې درملنه په لومړي سر کې نده شوي او دومره لويه شوي؟ ډاکټر بادشاهزار  يې علت د عامه وگړو بي سوادي او غريبي وښوده او زياته يي کړه چي دوي دغسي دانې وړاندي هم تداوي کړي  خو وزن يي د ٧،٥ کيلوگرام څخه زيات نه و. عبدالله احسان څه موده مخکي د جرمني د ريګنزبورګ پوهنتون د جراحۍ په څانګه کي د نس يو عمليات ترسره شوی و چي  هلته ناروغ نارينه و ، او د دانې وزن يې پنځه پنځوس کيلوګرامه ته رسېده ، چي د جراحي عمليات په واسطه 55Kg  دانه راو ايستل شوه او ناروغ جوړ شو . د 55Kg دانې دعمليات ځيني انځورونه او خبر له دې ځايه ولولی . ",١٦،٥ تومور(غټه دانه) د ښځينه مريض څخه وايستل شوه 1434,عبدالمجيد," عبدالمجېد - ډنمارک فبروري ۲۰۰۶ م کال د هغي ورځي راهيسي چی د پښتو وېب سايټونه د هيواد د يو شمير هيوادوالو په همت فعاله شويدي او هره ورځ نوي پرمختگونه کوي زموږ د ژبي لپاره يې په زړه پوري چوپړ کړی دئ چلونکو ته يې لا برياليتوبونه غواړم .اما زموږ دژبي محترمو ليکوالانو لکه څنگه چي لازمه وه ونه شوه کولای چی د لوستونکو غوښتونو ته ځواب ووايي پدې ورځو کي خو يوازي او يوازي د حکومت په ټکولو قلمونه ستړي کيږي هغه هم په داسي حال کي چي هيڅ ډول عملي او رغنده وړانديزونه په کي نه ليدل کيږي . علمي او څيړنېز مسايل خو يا نشته او يا په نشت حساب دي که چيري د هيواد ېوليکوال ،شاعر او ېا بل فرهنگي شخصيت او ېاد چا د کورنۍ غړی و مري بيا نو پيغامونه او غونډي په کلونو پای ته نه رسيږي او په مياشتو دډاډگيرني د پيغامونو سېالي روانه وي خو په ژوند کي به ېې د همدې شخصيت يو اثر هم نه وي لوستلی او د هغوی د تشويق لپاره به يې نه مادي او نه معنوي مرسته کړې وي .ولي د پښتو ښوونځی په کابل کی نشته ؟ ولي په پوهنتون کي په پښتو تدرېس نه کيږي ؟ او نوري ډيري پوښتني نن سبا په ويب پاڼو کي د ليکوالانو بازار تود کړی دئ او ددې ټولو گناه پر چارواکو ور اچوي .زه وايم چي راشی دا گناوي سره وويشو . ايا خپله پښتنو د نورو ډيرو کارونو تر څنگ خپلي ژبي ته څومره پاملرنه کړې ده ؟ څو کسانو تراوسه په کابل کي خپلو بچېو ته په مورنۍ ژبه د زده کړي غوښتنه کړې ده او د اساسي قانون په مطابق ېې خپل حقوق غوښتي دي ؟ ولي پښتانه د هيواد په مهمو موضوگانو يوه خوله نه دي ؟ ولي د کابل پوهنتون استادان چي ډېره برخه ېې پښتانه دي په پښتو لکچر نه ورکوي ؟او په لسگونو پوښتني شته چي باېد ځواب سي. د شاعر شعر را ياد شو چي واېي : دښمن په زوره ننوت په کور د پښتانه خو دغه کار ېی هم وکړ په زور د پښتانه څالاکه دښمنان چی ېی سر وړی ،هغه مهال مشغول لکه ماشوم کړی په څه ورور د پښتانه ولی داسی کيږی ؟ ددی ډول ډيرو پوښتونو ځواب باېد د خپل ځان په پېژندنه کی ولټوو او وگورو چی د پښتنو د اجتماعی تېرژوند څخه  موکوم مثبت څېزونه په ميراث وړی دی او ساتنه ېی په ځان فرض وگڼو او وده ورکړو او کومی منفی ځانگړتياوی دی چی موږ يی د نړی د ودی له چټک کاروانه په سلگونو کلونو شاته اچولی يو او د کړاونو ډک ژوند  تيروو .په همدی لټه کی وم اود محترم کانديد اکادېمسن استاد نوميالی سره می دزړه خواله وکړ. محترم استاد دوی ورځی وروسته  په خپل يو تحقېقاتی اثر و نازولم چی زه به يی تل پوروړ ی يم . دا اثر  چی ماد خپلی ليکنی عنوان ټاکلی دئ )د پښتنو د ټولنيز تاريخ مبادی ( نوميږی او لومړی خبری يی داسی شروع کېږی  د اوزبک کره چی و زيږی ازبک دئ د خوشحال کره چی وزيږی خټک دئ لاندنی مسايل يی په پوره غور څيړلی دی : ١ ـ تاريخی انتخاب ٢-ټولنيز تارېخ ٣-د پښتنو د ټولنيز تارېخ عينی منابع  ۴ـ د پښتنو د ايتنيکی رېښی لرغونی څرک  ٥ـ د پښتنو د ايتنيکی تدوين مسأله     ٦ــ د پښتنو د ملی نامه مسأله   ٧ـ په پښتنو کی د نسبی شجری عنعنه     ٨ـ په پښتنی ذ هنېت او ثقافت کی جادويی ېا ميتولوجيکی بيلگی  ٩ـ په ويدايی، زردشتی او بودايی کلتور کی د پښتانه ونډه   ١٠ـ پښتانه او مسلمانی  ١١ـ د پښتنی تاريخ فرماسيونی حد بندی   ١٢ـ د پښتون ملت ټولنېز واحدونه   ١٣ـ د پښتوـ پښتون ملی هويت ته يوه کلی کتنه    ١۴ـ د پښتنی خصلت ځينی خواوی   ١٥ـد پښتنو سياسی حالت ليکوال پوره هڅه کړی ده چی د پښتنو د اجتماعی ژوند ټولی خواوی پدی واړه اثر کی چی  ١٣١مخه لری وڅيړی او دپښتنو د اجتماعی ژوند ښيگڼی او نيمگړتېاوی په گوته کړی لوستل ېی ټولو ته ضروری گڼم. سربيره پدی چی دا کتاب په ١٩٩٠ميلادی کال کی چاپ سويدی خو په کم شمير نو ځکه خو ښاېی چی په اسانی تر گوتو نه شی .که چيری څوک يی د بيا چاپ توان ولری ستر خدمت به يی کړی وی او ېا کومه ويب پاڼه ېی بريښنايی کتابتون ته و سپاری موږ به يی منندوی ېو. زه به تر خپله وسه کوښښ وکړم چی ېو شمير برخی يی د همدی  ويب پاڼی له لاری خپری کړم .     ",د پښتنو د ټولنېز تاريخ مبادي 1435,حبيب اله غخمور," حبيب اله غخمور هغه وخت چې دافغانستان ولسمشر ښاغلي کرزې دځينو جنگسالارو او تنظيمو دمشرانو دخوشحاله کولو لپاره دافغانستان په ملکي ويش کښي بيله دينه چي دهغې سيمي دخلکو غوښتنه وي اودهغه داړينتوب په هکله يوه باصلاحيته ملي مرجع پرېکړه وکړې ،او يا دغه پارلمان چې اوس ورته چارواکې پخپله له هغه نه دزياتو اميدواريو خبري کوي جوړ شې ،پر خپل سر درې ولايتونه منظور کړه . په حقيقت کې ولسوالۍ په ولايت بدلي شوې ،داځکه چې يو چا غوښتل ، خو که پوښتنه وشې چي دشينوارو لويه ولسوالي ولې ولايت نشو بيا نو سل بې ځايه دلايل تراشل کيږې .اوس زموږ ددغه غبرگون موخه ددولتي چارواکو پر داشان کړنو نيوکې نه دې ،وايې ((مځکه هغه سوځې چي اور پر بل وې ))،پدغه ملکې ويش کښې دارزگان ولايت څخه هم دهغې سيمې دخلکو دغوښتني پر خلاف دگيزاب ولسوالي قيچي او په نوې جوړ شوي ولايت دايکنډي پورې وتړل شوه ،چې دخبر په اورېدو يې ټول حيران پاته شول .دا دوه کاله کيږي ددې سيمي اوسېدونکې چيغي وهې او هره وځ خپلې ستونځې دنړيوالوراډيوگانو له لاري څرگند ه وي،متاسفانه مثبته پايله ځکه نلرې چي ددولتي مسولو کسانو غوږونه دولس دغوښتنو او او گوتنيونو داورېدو په مقابل کښي کاڼه دې، دوې ځانونه همدا شان کاڼه اچولې ،او داسي ښکاره کوې چې هيڅ خبره نشته .موږته دټول افغان ولس ملي او ټولنيزې گټي مطرح دي او په درنه سترگه ورته گورو، له هغوي نه دفاع کوو؛ دا چي موږ په ارزگان کي زېږېدلې يو او هلته مو خوړل ،څښل او پر لاره تگ زده کړۍ ،زده کړه موکړې،دنيکونو پلرونو اوخپلوانو هديره موهلته ده او له بلي خوا همدا اوس بيله زموږ دشخصې کورنيودغړو نه زموږ ټول خپلوان هلته اوسېږي ،ځکه هيڅکله موږ ځانونه له هيواد او په ځانگړې توگه دزېږېدو له ټاټوبې نه جلا او بيگانه ندۍ بللۍ ؛ دوجداني قضاوت او احساس له مخې داداوسنيو او پخوانيودولتې چارواکو لخوا تل هيره شوې سيمه (دارزگان ولايت ) پر موږ داحق لرې چې هغه هيره نکړو اودهغې سيمي داوسېدونکو سره تر کومه ځايه چي مو توان او طاقت رسيږې هر اړخيزه مرسته وکړو . اړينه بولو دهغودکړنو پر خلاف چي ددې سيمي دزورېدلي او کړېدلي ولس سره پداسي حال کښې چي هرې خوا ته ددولتي چارواکو څخه دټولنيزعدالت او ټولو افغانانو ته په يوه سترگه دکتلو ږغونه اورېدل کيږې ،ولې بيا هم داروزگان او گيزاب دخلکو سره دمور او ميرې چلند کوي خپل غبرگون او داعتراض ږغ پورته کړو؛ موږ غواړو دلومړۍ ځل لپاره يو وار بياهم دڅوکرښو په وسېله دارزگان ولايت او په ځانگړې توگه دگيزاب دولسوالۍ د بيوزله خلکو سره ددولتي چارواکو لخوادبې عدالتيواو دهغوي پر غوښتنو او گوت نيونو باندې ،سترگو پټونواوچوپه خوله پاته کېدوڅخه ټول هيواد وال خبر کړو .په هغه اوله ورځ کله چې دگيزاب ولسوالي په دايکنډي ولايت پوري وتړل شوه موږ په بهر کې ارزگانې روڼ اندو خپل داعتراض ږغ پورته کړ او دگيزاب دولسوالۍ دشريفو خلکو سره هم ږغې شوو ،متأسفانه چارواکو غوږونه دتل پشان کاڼه واچول .موږ په څو عينې دليلو او فاکټونو سره د دايکندې په ولايت پورې دگيزاب دولسوالۍ مربو طول غير عادلانه بولو او دمسألې دحل وضرورت ته يو ځل بيا دپارلمان او په ځانگړې توگه دښاغلې ولسمشر پاملرنه راگرځوو:1/ له هغه ورځي چي په افغانستان کښې دولايتونو له پاره ملکې ويش شويدۍ دگيزاب ولسوالې په ارزگان پورې مربوطه وه ،ځکه نوادارې ټول اسناد او سوابق ،له مالياتې اسنادونيولې بيا تر قبالو،دثبت او احوال (تذکره) او نور ټول د ترينکوټ په اړونده دولتي ادارو کښي پراته دې .2/ دگيزاب او ترينکوټ تر منځ له ((پنځوسو)) کالو راپدي خوا ترانسپورټي لار جوړه شوې او تل ترانسپورټ پر دغه لار تگ راتگ کوي ، خلک له دغې لارې ډير ژر کندهار بيا کابل ته ځانونه ،ناروغان او خپل مالونه رسولاي شو . ولي تر اوسه ددايکندې او گيزاب دولسوالۍ تر منځ جوړه شوې ترانسپورټې لار نشته ، دگيزاب او دايکنډي تر منځ ترانسپورټې تگ او ارتگ يوازي او يوازي دولتي چارواپه ځانگړو موټرانو کښي کو کولاي شو ، څرنگه چې داسيمي په ژمي په واورو پټې وې نږدې پنځه مياشتي دداکنډي او گيزاب تر منځ هر ډول تگ راتگ دداسي ستونځو سره مخامخ کيږې چې پايلې تل ځانې تلفات دې .3/ دگيزاب دولسوالۍ بزگرانو او باغوانانو خپل حاصيلات تل له هغې لار چې گيزاب او کندهار يې سره مښلاوه دهيوادو نورو ولاياتو ،کابل او ان دسپين بولدک له لاري تر پاکستان پورې دپلورلو لپاره رسول ،داسمه ده چې اوس به هم دوې له همدغې لارې استفاده وکړي اوڅوک ددوي پر مخ دالار هيڅکله نشي تړلاې ،مگر کله چې يوه سيمه په هر لحاظ بلې ته نږدې وې او ټولې راکړې ورکړې تگ راتگ له همدې لارې کيږې ضرورت يې څه دۍ چې بيله دخلکو دغوښتني او پوښتنې څخه پر خپل سر ديو چادخوشحالۍ لپاره دولايت دجوړولو په موخه تر (( پنځه ديرش زره )) زيات نارينه اوښځې لوي او واړه په کړاونو او ستونزو کې ژوند وکړې ؟اخير يو څه انصاف خو پکار دۍ ،تر کومه به داولسوالي په همدگو شرايطو کښي شپې او ورځې سباه کوې ؟ .4/ دپورته ويل شو ترانسپورټي ستونزو په اساس څنگه کيداي شي ددغې ولسوالۍ خلک دخپلو دولتې کارو نو او دعوو دخلاصولو لپاره ددايکنډي مرکز ته ولاړ شې ؟ دا پدي معني ده چي دگيزاب دولسوالۍ وگړې هغه قانوني حقوق نلري کوم چې دهيواد نورو اوسېدونکوته په قانون کې ورکړه شوې دې .5/ په اساسي قانون کښې دمختلفو لانجو دحل په منظور داسلامې شرعيت دپلې کولو لپاره دسونې مذهب په څنگ کښي دشعيه مذهب پر اساس هم محکموته حق ورکړه شوۍ چې پرېکړې وکړې ،خو که څه هم دلانجمنه مسله تر اوسه پورې دهيواد په کچه په دقيقه توگه نده حل شوې ، موږ دواړو مذهبو ته داحترام په سترگه گورو او دخپل ولس مذهبې عقيده يې بولو ،ولې ستونزه داده چې دگيزاب دولسوالۍ غوڅ اکثريت او سېدونکې دسونې مذهب پيروان دې او په دايکنډي کښي په طبعي ډول بايد داسي قاضي او محاکمه وې چې هلته د شعيه مذهب پر اساس پرېکړې وشې ،څنگه کيداي شې دا محترم قاضې دهغه چاپر کومه لانجمنه موضوع پرېکړه وکړې کوم چې هغه دسونې مذهب پيرو دۍ . دا بايد له نه نظره ونه غور ځول شې چې شعيه مذهب د يو ه کار سرته رسولوته اجاز ورکوي مگر سونې مذهب دهغه کار په اجرأ اجراکونکې ته دمرگ سزا ورکوې .6/ چې داختلاف بوي ځېنې پورته نشي او زموږ دوړانديزو څخه نور افغان دښمنه غلطه استفاده ونکړې ؛بايد څرگنده کړو ،له هغي ورځې چې دگيزاب ولسوالې په ددايکنډي په ولايت پوري تړل شوې ده ددغي ولسوالۍ خلکو ته ددولت په نامه دهيڅ ډول مرسته نده رسېدلې ،او نه ددوي سره کومه ځانگړې مرسته شوېده . په واقيعت کښي دا خلک دادوه کاله دبې سرنويشتۍاو انزوا په حالت کې تېروې .دبيلگې په توگه ويلاي شوي :الف : دولسمشرۍ دټاکنو لپاره دټاکنو دقانون په اساس دافغانستان هر وگړۍچې عمر يي ((اتلس ))کلنۍ ته رسېدلۍ و حق درلود چې دولسمشرۍ په ټاکنو کښي برخه واخلې ،ولې ددې ولسوالۍاوسېدونکې خلکو غوڅ اکثريت ددغه قانونې حق او صالاحيت څخه محروم پاته شو.ب : دپارلماني ټاکنو په وخت کښې هم ددې ولسوالۍ اوسېدونکو دهمدغه بې سرنويشتۍ په برکت ونشوه کولاي چې پارلمان ته دخپل استازي په ټاکلوکښ رغنده برخه واخلې . ددغې سيمې خلکوبې شماره دلايل او غوښتنې وړاندي کړي متاسفانه دولتي چارواکو هر څه تر سر تير کړه ،نړيوال او خپل ولس يي په حقيقت کې وغولاوه .ت : همدا سږ کال دگيزاب دولسوالۍ دخلکو هغه سهميه چي بيت الله شريفي ته دحج دفريضې دادأ کولو لپاره دحج او اوقافودوزارت لخوا ددايکنډي ولايت ته ليږل شوې وه ،په خواشينۍ سره بايد يادونه وکړو چې هغه سهميه هم ددايکنډي ولايت په مرکز کې دواک لرونکوچارواکولخوا پر نورووپلورل شوه ،دگيزاب دولسوالۍ مسلمان او متدين خلک دحج دفريضي دادأ کولو څخه محروم پاته شوه . هغه خلک چې غوښتل يې دحج فريضه تر سره کړې هر څومره چې پورته اوکښته ولاړل چايې اواز وانه ورېد . ايا همدا اوسنې کابينه او پخپله ښاغلۍ کرزۍ پدې هکله ځانونه مسؤل نه گڼې ؟؟؟ دغه سوال ته چې ولې دگيزاب دولسوالۍ هغه خلک کوم چې غوښتل يې دمسلمانۍ پنځم رکن چې حج دۍ تر سره کړې ،دا امکان برابر نشو؟؟دخلکو ددغه روا او اسلامي حق دغصب او تر پښو لاندي کولو ځواب به څوک به ځواب وايي ؟ايا دا دبشر دحقوقو تر پښو لاندي کول نه دي ؟ث : پدي ورستيو شپو او ورځو کښي کله چې دولت اعلان وکړ ، بزگروته ددې لپاره چې کوکنار ونه کرې تخمونه او کمياوي کود ورکول کيږې .داچې دامرستې به څومره تاثير ولري ،او څومره به په حقيقت کښي تر بزگر پورې ورسېږې دا بل او پر ځاي سوال دۍ . مگر همدا اوس له غربې راډيو گانو اورېدل کيږي چې دگيزاب ولسوالۍ بزگرانو هيڅ شۍ هم ندۍ تر لاسه کړۍ . دبيلگې په توگه له نن څخه دري ، څلور ورځې مخکښي يعنې تيره اونۍ دکليو او پراختيا وزير دامريکا ږغ راډيو لخوا(( دخلکو سوالوته دجوابونو ورکولو)) پروگرام ته رابلل شوۍ و ،په همدغه پروگرام کښي څو ځله دگيزاب له ولسوالۍ نه خلکو تليفون وکړ او دښاغلي وزير نه يې وپوښتل چې تاسو دگيزاب دخلکو سره څه کړېدي ؟ ، هغه تخمونه او کودچې تاسو زموږ دولسوالۍ دبزگرانو په نامه رالېږلې وه تر موږ خوارانو پورې ندې رارسېدلې .د وزير صاحب يې کور ودان ،دا يي ومنل چې رښتيا هم دگيزاب دخلکو ستونځه جدې ده اوبايد ددولت په کچه حل شې ؛ښاغلې اتمرصاحب يوه پوښتني کوونکې ته وويل : تاسو خپل مشران کابل ته راولېږۍ ،حتي کولاي شۍ زماپه پيسو ،چې هدف بي يې دوزارت پيسې وې ځانونه تر کابله راورسوۍ زه به پدې هکله ستاسو سره مرسته وکړم ، زه پخپلهحاضر يم چې ستاسو سره او ولسمشر ته ولاړ شم و ستاسو لپاره دهغه سره دملاقات زمينه برابره کړم ،اوستاسو دستونځو په حل کښي به مرسته در سره وکړم . دا خو دوزير صاحب خپل انسانيت و ،مگر سوال دادۍ چې همدا وزير صاحب دوزيرانو په جلسه کښي برخه اخلې ؟ که يې اخلې ولې ځانته دا جرأت نه ورکوې او ولسمشر ته نه وايي چې دگيزاب خلک ستونځه لرې ،په دايکنډي پورې دهغوي الحاق نه داچې دهغوي ستونځې حل کړې بلکه د هرې ورځې په تېرېدو سره زياتيږې .دافسو س او تعجب خبره خولا داده چې ولسمشر له يوې خوا خلکو دخدمت کولو او دهغوي دستونځو دهوارولو نرمې چربې وعدي ورکوې ،او ياکله چې خلک په مخامخ ليدنه کتنه کښې شکايت کوې بيا نو پخپله هم دتصديق سر ورسره ښوروې او پړه پر کښته دولتي چارواکو اچوې ؛ ولې له ځانه داسوال نه کوې چې ولې دا ولس په دغو ستونځو او زړه بوگنوونکو شرايطوکښي ژوند کوې ؟ او ځانته پدي هکله هيڅ وخت گوته نه نيسې . دا هر چاته تر لمرروښانه ده چې دارزگان په ولايت کښي ددولتې سازمانو اوانجوگانولخوا دنوروولايتو په شان هيڅ کوم گټور کار ندۍ تر سره شوۍ ،نه کومه پروژه پلې شوېده، او نه هم دبياجوړونې په نامه کوم کار تر سره شوۍ .په يقين سره ويلاي شو ددغه مرکزې او غرني ولايت داوسېدونکو دژوند ستونځو ته هيڅ ډول پاملرنه نده شوې . دهغوي سره په ددولتې مرستو درسولو په برخه کښي دناوړه سلوک او غير عادلانه چلند پايله او پايلې به داولايت ددولتي مخالفو ډلواو نړيوال تروريزم په کلک سنگر بدل کړې . ددغه سنگر دماتولو په بهانه به دبيگناه خلکو دژلو دروند او تاريخې مسوليت دښاغلي ولسمشر او اوسنې پارلمان پر غاړه وې .موږ يو ځل بيا دښاغلې ولسمشر نه نيولې تر پارلمان او نړيوالو سازمانو پورې دټولو پاملرنه پورته ويل شوو ستونځو حل ته را اړه وو ؛ غوښتنه کوو چې ډير ژر دگيزاب دولسوالۍ دخلکو سرنويشت ددوي په خوښه معلوم او داولسوالې په ارزگان ولايت پوري وتړل شې . دبيا جوړونې کار بايد په ټول افغانستان کښي يو شان او برابر تر سره شې .که تاسو ښاغلۍ ولسمشر غواړۍ چې په ارزگان ا وبياله هغي لاري په هيواد کښي ارامې راشي ،دارزگان پر خلکو يوڅه رحم وکړی ،هلته خلکو ته دکار او تعليم زمينه برابره کړۍ ، دهغوي دروغتيايي ستونځو دحل لارې ولټوۍ ،هلته داسي پروژيې پلي کړۍکوم چې محصولات يې دهيواد په نوروبازاروکښي دخرڅلاو لپاره وږاندي شې ،ارزگان دهيواد دغلو،دانو او ميوو گدام دۍ ، ددغه گدام څخه پالنه دمرکزې حکومت ملې دنده ده .يوه خبره اړينه بولوڅرگنده کړو چيرې دگيزاب دولسوالۍ دخلکو ستونځه ژر تر ژر حل نشي او دارزگان ولايت ته دبل هر سرحدې ولايت په څير پاملرنه ونشي موږ په بهر کښي دهغه ولايت پخوا نې اوسېدونکې مجبور يو دنړيوالو سازمانو او بهرنيو هيوادو له لارې ددغه کړېدلې ولس او هير شوو خلکو دستونځو دله منځه وړلو لپاره اړين گامونه اوچت کړو.دافغانستان مرکزې ادارې ،پارلمان، او اوسنۍ ادارې نړيوال پلويانو ته بايد داڅرگنده وې چې دهيواد په دغه ليري پراته هير شوې ولايت کښي دامنيت راوستل ددغي سيمې دخلکو دژوند په سوکالۍ پوري تړاولرې . دارزگان ولايت په اړوند ددولت دغه اوسني برخورد او رويش ته بايد دابد لپاره دپاي ټکۍ کښېښودل شې .پدې هيله چې دافغانستان اوسني دولتي اداره او پارلماني چارواکې ،دگيزاب دولسوالۍ او ددغه ولايت دزورېدلواوسېدونکو ټولو روا او پر حق قانوني غوښتنواو پوښتنو ته د ملي درايت ،افغاني احساس او مسوليت په درکولو سره دملې گټو دساتلو او په هيواد کښي دامنيت دراوستلو اوددغه ولايت داوسېدونکو دخوښې او ملاتړ دتر لاسه کولوپه خاطر مثبت عاقلانه او مدبرانه گټورکوټلې گامونه اوچت شې . سويډن مالمو له هيواد نه بهر دارزگاني روڼ اندو په استازيتوب ",ولسمشر او پارلمان بايد دگيزاب دولسوالۍ د خلکوستونزه حل کړې ! 1436,حقمل," ناپيږانده وسله والو کسانو د سه شنبې پرشپه د غزنى دګيلان ولسوالى د اغوجان دسيمې د هلکانو ليسې ته اوراچولى دى. ميزونه چوکۍ او يو شمير کتابونه سوي دي او ودانۍ ته هم زيان رسيدلۍ دى. وسله والو کسانو يو ساتونکۍ هم په ډزو ټپي کړى دى . همداشان د هلمند دکجکى په سيمه کې يو کلنيک چې د جوړيدلو کار يې په بشپړيد وو،هم د ناپيږانده کسانو له خوا له مينځه تلى دى او دخوست امنيتي چارواکى په دې توانيدلىدي چې د يو سترې چاوندې مخه ونيسي . چارواکو په يو موټر کې زيات چاوديدونکي توکي پيداکړي او په دې تور يې يو کس هم نيولى دى.د ننګرهار پوليسو هم له وسله والو غلو سره نيښته کړې او دشينوارو په ولسوالى کې يې دوه تنه وسله وال غله چې د پوليسو جامې يې په ځانو کې وې نيولي دي. دوه تنه نور په تيښته بريالي شوي دي. همداشان د طالب اورپکو يو وياند ويلى چې د ننګرهار د خوګيانو په سيمه کې يې د ائيتلافى ځواکونو پر اډه راکتي بريد کړى دى . دولتي چارواکې د بريد پخلۍ کوي ا ووايي چې په بريد کې چاته مالي او ځاني زيان نه دى رسيدلى . ",د غزنى د ګيلان دهلکانو ليسه وسوه . 1437,," د کابل هوايي ډګر سرحدي پوليسو يو پاکستانى له جعلى افغاني پاسپورت سره چې د عربي متحده اماراتو څخه راغلى وو، ونيو .د سرحدي پوليسو مشر د پاسپورت د څانګو يو شمير چاوراکي په دې تورن کړل چې د پيسو په بدل کې پر خلکو جعلي پاسپورتونه پلوري . ده وويل په تيرو دريو مياشتو کې يې ١٢٠ جعلي پاسپورتونه ترلاسه کړ دي. ",يو پاکستانى له جعلي پاسپورت سره نيول شوى . 1438, ګل آغا احمدي وردګ,"  ګل آغا احمدي وردګ خبري رسنۍ، د بيان آزادي، مطبوعات او ديموكراسي هغه اساسات، كړنې او الفاظ دي چې هر يو خپل ځانګړى چوكاټ لري چې له خپل چوكاټ څخه بلې خوا ته پښې غزول د هغو ديني، اخلاقي، ديموكراتيكو او د بيان د آزادۍ له قانون څخه خلاف عمل او تيرى ګڼل كيږي چې انسانان ورته احترام لري او د خپلو هراړخيزو ارزښتونو د ساتنې لپاره يې ټاكلي او يا په معنوي ډول موجود دي.  په ډير تاسف سره بايد ووايو چې ځينې وخت كفري نړۍ د بيان د آزادۍ تر عنوان لاندې ځينې داسې كړنې او اعمال سر ته رسوي چې د ميليونونو مومنو انسانانو احساسات په ژوره توګه ټپي او اغيزمن كړي چې په هيڅ توګه د توجيه كولو وړ نه دي. د دې ډول ناوړه اعمالو د سلسلې په لړ كې د تير ۲۰۰۵ ميلادي كال د سپتمبر په مياشت كې چې د روان ۱۳۸۴ هجري لمريز كال د تلې يا ميزان دمياشتې سره سمون خوري د ډنمارك هيواد د دنيش د ورځپاڼې د هغو كارتونونه چاپول دي چې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته منسوب، هغه مبارك ته د سپكاوۍ او بې حرمتۍ له كرغيړنو او قصدي كړنو څخه ډك دي. نوموړى كار له ډنمارك څخه وروسته او د ځينو اسلامي هيوادونو د غبرګون د څرګندولو په مقابل كې بيا هم د بيان د آزادۍ تر عنوان لاندې د يو لړ نورو اروپايي هيوادونو له خوا تكرار او د نړۍ د ټولو مسلمانانو د قهر او غصې څپې يې را وپارولې، د نړۍ په ګوټ ګوټ كې يې په ميليونونو مسلمانان غمجن او ديني احساسات يې په كلكه توګه ټپي او سخت اغيزمن شول. په دې توګه د نړۍ د ټولو مسلمانانو د قهر او غصې يوه لويه څپه را اوچته شوې چې د لاريونونو او داسې نورو اعتراضاتو په لړ كې صورت مومي او دورځې په تيريدو سره په ټوله نړۍ كې پراخوالى مومي. مسلمانان به هيڅكله چاته د هيڅ يوه عنوان لاندې اجازه ور نه كړي چې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته دې څوك د سپكاوۍ، بې ادبۍ او يا بې حرمتۍ د كولو جرئت وكړي بلكي په خپلو ټولو شته امكاناتو سره به د هغه يرغلګرو اعمال محكوموي چې دغه ډول ناوړه كړنو ته لاره هواروي او د اسلام په سپيڅلو مقدساتو د تيري نيت لري. په دې لړ كې زموږ د هيواد افغانستان په شمول د نړۍ په يو زيات شمير اسلامي او غير اسلامي هيوادونو كې په ميليونونو مسلمانانو د سترو سترو مظاهرو، لاريونونو، اعتراضاتو او داسې نورو ورته كارونو په سر ته رسولو سره د دې ناوړه عمل په مقابل خپل سخت غبرګون څرګند او د بيان د آزادۍ تر عنوان لاندې يې د ډنمارك او يو شمير نورو اروپايي هيوادونو د يو شمير خبري رسنيو له خوا دغه غير اسلامي، غير اخلاقي، غير ديموكراتيك او ناوړه عمل غندنه وكړه او نوموړى عمل يې له اسلام سره د دښمنۍ يوه نمونه و ګڼله. همدارنګه د نړۍ ټول مسلمانان د دې ناوړه عمل د مرتكبينو د محاكمې او په راتلونكي كې د داسې ناوړه عمل د څركندولو د مخنيوي غوښتنه هم وكړه. دغه لاريويونه ډول ډول بڼې لري ځينې يې سوله ايز او په هغه چوكاټ كې تر سره كيږي چې د مظاهرو او لاريونونو لپاره مناسب دى خو ځينې نورې يې بيا له هغو حدودو او چوكاټ څخه تيرى كوي چې يو لاريون، اعتراض او يا مظاهره يې بايد ولري. د نړۍ ټولو مسلمانانو د دې ناوړه عمل په مقابل كې خپل غبرګون په لاندې ډول څرګند كړى دى: د لاريونونو، مظاهراتو او اعتراضونو په لاره اچول له خپلو حكومتونو څخه د ډنمارك او هغو هيوادونو سره د سياسي علاقاتو د پريكون غوښتنه چې دغه ناوړه عمل يې سر ته رسولى دى. له ډنمارك سره د اقتصادي راكړې وركړې د مخنيوي هڅې او په خپلو هيوادونو كې د ډنمارك په توليداتو د بنديز غوښتنه په اسلامي هيوادونو كې د ډنمارك او يو شمير نورو اروپايي هيوادونو سياسي نمايندګيو ته د ضرر رسولو هڅې له اسلامي هيوادونو څخه د ډنمارك او يو شمير نورو اروپايي هيوادونو د ديپلوماتانو د ويستلو غږ پورته كول په اسلامي نړۍ كې د ډنمارك او ځنيو نورو اروپايي هيوادونو بيرغونو ته اور اچول او داسې نور. په ځينو اسلامي هيوادونو لكه سوريه او لبنان كې لاريون كوونكي په دې بريالي شول چې د ډنمارك سفارتونو ته زيان ورسوي. خو په اسلامي هيوادونو كې د غربي هيوادونو ميشتو نمايندګيو ته ضرر رسول او يا سوزول د دې مسئلې غوره لاره نه ده بلكي د اسلامي نړۍ لپاره په كار ده چې په دې هكله يوه مشتركه او معقوله تګلاره خپله كړي په دې ډول چې د تاوتريخوالي مخه يې نيولې او ټاكليو موخو ته په آسانه توګه رسيدګي و كړاى شي. همدارنګه د يوه مشترك دريځ په ترڅ كې د هغو كسانو محاكمه وغواړي چې په دغه ناوړه عمل يې لاس پورې كړى دى او د راتلونكي لپاره بيا تكرار نه شي. زموږ د هيواد مومنو خلكو او حكومت هم په ټوليزه توګه د دې شوم عمل په مقابل كې خپل غږ اوچت كړى او د خپل غبرګون د څرګندولو په ترڅ كې يې د هغه چا دمحاكمې غوښتنه كړې ده چې دغه ډول پارونكى عمل يې سر ته رسولى دى. په دې لړ كې لاندې اقدامات سر ته رسيدلي دي: د هيواد د ولسمشر حامد كرزي له خوا د دې عمل غندنه شوې او په دې اړه د جمهوري رياست دفتر اعلاميه خپره كړې ده. د افغانستان سترې محمكې دغه ناوړه عمل غندلى او په دې هكله يې يو پريكړه ليك صادر كړى دى. د افغانستان د حكومت د وزيرانو شورى هم نوموړى عمل غندلى د افغانستان په ملي شورى كې په دې اړه بحث شوى د مشرانو او ولسي جرګې ټولو غړو د دې ناوړه عمل غندنه كړې ده د افغانستان په پلازمينه ، لويو ښارونو او تقريبا ټولو ولايتونو كې د خلكو له خوا د غونډو او لاريونو په ترڅ كې دغه ناوړه عمل غندل شوى او د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد صلىالله عليه وسلم ته يې هر راز سپكاوى او بې ادبي په كلكه رد كړې، د ډنمارك د دنيش د ورځپاڼې او هغو بې لارې افرادو د محاكمې غوښتنه يې كړې ده چې دغه ناوړه، غيرانساني، غير اخلاقي، غير ديني او پاروونكى عمل يې سر ته رسولى دى. خو په تاسف سره بايد ووايو چې د هيواد په ځينو برخو كې لاريونونه او مظاهرې له خپل اصلي موخې، هدف، مقصد او چوكاټ څخه وتلې چې په نتيجه كې د مرګ ژوبلې، ملي او شخصي شتنميو ته د زيان رسولو سبب شوې دي. يا دا چې د هغو فرصت طلبو او ګډوډي غوښتونكو د موخو ښكار شوي دي چې دغه راز حالاتو ته شپه او ورځ لار څاري او له دې ډول حالاتو څخه د خپلو ناوړه موخو د لاسته راوړلو لپاره ګټه اخلي. په دې ځاى كې غوره بولم چې د خپلو ګرانو لوستونكو پاملرنه د لاريونونو او مظاهرو ريښتنې بڼې ته را واړوم څو په راتلونكې كې د داسې ناوړه اعمالو او پيښو مخنيوى وشي چې له تاوتريخوالي سره مل وي، په هيواد كې ترينګلي حالات رامنځته كوي، د هيواد اقتصادي زيربناوو ته زيانونه رسوي، ګټه يې يوازې او يوازې د هيواد غليمانو او د ناوړه موخو درلودونكو فرصت طلبو اشخاصو ته رسيږي. عام مظهر، واټونو، ښارونو او داسې نورو محلاتو ته د يوه عمل په مقابل كې د غبرګون د څرګندولو په موخه د خلكو راوتلو او د ناخوښۍ څرګندولو ته لاريون يا مظاهره ويل كيږي چې مختلفې موخې لري او ټاكلى وخت نه لري. لاريون كله كله د يوې ډلې او كله كله د څو ډلو له خوا تر سره كيږي. كله كله خو د يوه هيواد په داخل كې د حكومت د ځينو پاليسيو، اعمالو او كړنو په مقابل كې د شعارونو د وركولو، د بيرغونو د سوزولو او كله كله د تاوتريخوالي او تشدد څخه د ډكو اعمالو په وسيله غبرګون څرګنديږي. د مظاهرې يا لاريون ريښتيني چوكاټ ته په لاندې توګه ګوته نيول كيږي: مخكې لدې چې لاريون كوونكي په لاريون لاس پورې كړي ضروري ده چې د هيواد امنيتي ځواكونو ته د مظاهرې د وخت، ځاى، موخې، د لاريون د سوله ايزې بڼې او داسې نورو اړينو څيزونو په هكله معلومات وركړل شي څو هغوى وتوانيږي چې د مظاهرې پرمهال د لاريون كوونكو او د هيواد د ملي شتمنيو امنيت و ساتي. لاريون يا مظاهره بايد سوله ايزه بڼه ولري او هيڅ راز تاوتريخوالي ته اجازه ور نه كړاى شي چې د هيواد ملي، سياسي، اقتصادي او ټولنيزو بنسټونو او زيربناوو ته تاوان ورسوي او په هيواد كې ترينګلي حالات رامنځته كړي. په همدې توګه داسې بڼه ښكاره نه كړي چې د يوه مهذب قوم له اخلاقي ارزښتونو سره اړخ نه لګوي. داسې مغرضو اشخاصو ته بايد د لاريون په ترڅ كې د فعاليت او نفوذ ونډه ور نه كړاى شي چې تاوتريخوالي ته لمن وهي، د لاريون سوله ايزه بڼه په ناوړه بڼه اړوي، خپلې شخصي او سياسي موخې د نورو په ناوړه استعمال كې لټوي، د چور چپاول او داسې نورو ناوړه كړنو سر ته رسولو ته لاره هواروي. لاريون يا مظاهره بايد د ښار په داسې يوه څنډه كې تر سره شي چې د عامو وګړو د تكليف باعث نه شي او داسې بڼه خپله نه كړي چې د لاريون كوونكو د موخو او احساساتو سره اړخ نه لګوي. مظاهره بايد مشخص او ټاكلى وخت ولري او د خپل وخت په ختيمدو سره لاريون هم بايد په سوله ايزه توګه او پرته له كوم تاوتريخوالي ختم شي. د لاريون په ترڅ كې بايد يوازې د شعارونو په وركولو اكتفا وشي د وسلو، سوټيو او ځينو نورو داسې وسايلو ليږدول او استعمال د لاريون له طبيعيت او د لاريون كوونكيو له موخو څخه تيرى دى چې بايد لاريون كوونكي ډه ډه ور څخه وكړي. د لاريون په ترڅ كې له امنيتي ارګانونو او پوليسو سره همكاري په كار ده او بايد په ډبرو، وسلو، سوټيو او ځينو نورو داسې شيانو د امنيتي ځواكونو مقابله و نه شي چې لاريون له خپلو ټاكليو موخو او سوله ايز چوكاټ څخه وباسي بلكي لاريون كوونكو ته لازمه ده چې خپلې سوله ايزې غوښتنې يوازې او يوازې د آواز په څرګندولو سره جوت كړي. په هيواد كې د بهرنيو هيوادونو ميشتو سياسي نمايندګيو ته بايد له ضرر رسولو څخه ډه ډه وشي او لاريون كوونكي بايد خپلې موخې او غوښتنې د شعارونو او پريكړه ليك په وسيله بيان كړي ځكه چې په هيواد كې د سياسي نمايندګيو ساتنه د ملت او حكومت ګډ ملي مسئوليت دى. د مظاهرې او لاريون په ترڅ كې د داسې شعارونو د وركولو څخه ډه ډه وشي چې په هيواد كې ژبنيو، سمتي، مذهبي، سياسي او ټولنيز تاوتريخوالي ته لاره پرانيزي بلكي د ملي يووالي بنسټ بايد د هرې يوې كړنې پر مهال كلك په نظر كې و نيول شي. 10. لاریون باید يوازې د يوه ملي، هراړخيز او سپيڅلي هدف لپاره تر سره شي.   د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د شان په هكله هر ډول سپكاوى د اسلام او مسلمانانو سره د دښمنۍ د څرګندونې په مانا دى او هيڅ وخت به مسلمانان اجازه ورته ور نه كړي چې د هغوى سپيڅلي پيغمبر او نورو ديني اساساتو ته په بد نظر و ګوري. د ډنمارك د دنيش د ورځپاڼې او يو شمير نورو غربي هيوادونو له خوا د دې ناوړه عمل تر سره كول د نړۍ د ټولو مسلمانانو او معقولو اړخونو له خوا د غندنې وړ دي چې په دې اړه د ټولې اسلامي نړۍ مسلمانانو په يوه آواز سره د لاريونونو او يو لړ نورو اقداماتو د سر ته رسولو په وسيله د اعتراض غږ اوچت كړى دى. له بلې خوا لاريونونه او مظاهرې خپل ځانګړى قانون او سوله ايز چوكاټ لري چې له هغه څخه سرغړونه د دې پر ځاى چې د لاريون له موخو سره مرسته وكړي بلكي تاوان ورته رسوي. د بيان آزادي هم خپل حدود او چوكاټ لري او داسې شوم او ناوړه عمل د بيان د آزادۍ له بنسټونو څخه ندى چې د ميليونونو مسلمانانو احساسات جريحه دار كوي. د افغانستان حكومت او ملت د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته د سپكاوۍ عمل چې د ډنمارك او ځينو نورو غربي هيوادونو د ځنيو مطبوعاتو له خوا د كارتونونو د چاپ پر بڼه تر سره شوى په كلكه توګه غندلى، د دې عمل د مرتكبينو د محاكمې او د راتلونكي لپاره يې د داسې پاروونكيو اعمالو د مخنيوي غوښتنه كړې ده. ",د غصې څپه 1439,," جلالزی  ( کابل )  د خوست د سرحدي پولیسو په قول د ښار په دننه کښي یې یو له بمونو ډک موټر او د هغه ځانمرگی چلونکی نیولی دی . ویل شوي دا موټر او ورسره کس یې د نوي پوهنتون په سیمه کښي نیولی دي . پولیسو ومنله چه نیول شوی سړی په خټه افغان او د ایوب حاجی ولسوالی اوسیدونکی دی . د یادوني وړ ده چه تیره میاشت په خوست کښي د یو ځانمرگي برید په ترڅ کښي د افغان ملي پوځ سرتیرو ته دروند د سر زیان رسیدلی وو. ",په خوست کښي د یو ځانمرگي برید هڅه شنده شوه 1440,," جلالزی ( کابل) د مخدره توکو کاروباریان چه د پولیسو جامې یې اغوستي وې نیول شوي دي  د ننگرهار د سپین غر ولسوالی د ولسوال احمد شاه په قول دولتي پولیسو تیره شپه د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کښي له وسلوالو کسانو سره چه د پولیسو جامې یې پر تن وې وروسته له هغه جگړه وکړه چه غوښتل یې مخدره توکي له ځان سره ولیږدوي . ولسوال وویل چه په نښته کښي دولتي ځواکو ته د سر زیان ندی رسیدلی خو د مخالفو جنگیالیو له ا ړخه دوه تنه نیول شوي دي . دا نښته په داسي حال کښي شوی چه تیره ورځ د تورخم جلاال اباد په لویه لاره سرحدي پولیسو یو اندازه هیرویني تیزاب چه د هیروینو د پوډرو په جوړونه کښي ترینه کار اخیستل کیدل نیولي دي ",د پوليسو په جاموکي د مخدره توکوکاروباریان نيول شوي 1441,," ", 1442,عبدالهادي حيران - پېښور پښتونخوا," د پښتو ادبي چمن ټل لخوا تېر کال د دويم نړيوال کنوينشن ٢٠٠٥ء په موقعه اورول شوې مقالې د ""پښتو: پرون، نن او سبا"" په نوم په يو دروند کتاب کې چاپ شوې دا کتاب چې په 425 مخونو کې په سپين معياري کاغذ او رنګه پښتۍ چاپ شوى عبدالهادي حيران - پېښور پښتونخوا د پښتو ادبي چمن ټل لخوا تېر کال د دويم نړيوال کنوينشن ٢٠٠٥ء په موقعه اورول  شوې مقالې د ""پښتو: پرون، نن او سبا"" په نوم په يو دروند کتاب کې چاپ شوې. دا کتاب چې په  ۴۲۵ مخونو کې په سپين معياري کاغذ او رنګه پښتۍ چاپ شوى ټول دري څلوېښت سرليکونه لري چې پکې برسېره د کنوينشن پر مقالو ځينې نورې ارزښتمنې مقالې هم چاپ شوې دي. د کتاب د ترتيب کار اسير منګل او سليم بنګښ کړى دى، د کمپوزنګ، ډيزاين او پروف ريډنګ چارې يې عبدالهادي حيران ترسره کړې دي، تړون يې د کمپيوټري نړۍ د يوې پېژندل شوې څېرې ""لېوال"" په نوم شوى دى او بيعه يې ٣٠٠ کالدارۍ ده. په دې ارزښتمند اثر کې د شاملو ليکنو او ليکوالو ترتيب په دې ډول دى: سريزه:                                                اسير منګل د کنونشن پرانسته:                                  اجمل خټک صدارتي وېنا:                                     پروفېسر پرېشان خټک د مشر مېلمه تقرير:                                 وزير اعلى اکرم خان دراني وېنا:                                                 ډاکټر کبير ستورى جادوګر او لېوني:                                    فاروق سرور د درې ورځني کنونشن روداد:                    ملک مقبول د پښتو ادبي چمن ټل پېژندګلوي :               رئيس کوثر مقيد، د حُسن و عشق شاعر:                      همېش خليل د پښتنو د اصل نسل په باره کې:                  سر محقق عبدالله بختانى د پښتو ليکدود او املاء:                         ډاکټر شېرزمان طائزى ترقي پسندي، پښتو او پښتونخوا:              سليم راز پښتون او يويشتمه پېړۍ:                       سعد الدين شپون کمپيوټري نومونې:                               محمد اصف صميم د پښتو پرون، نن او سبا:                       ډاکټر ميا سهېل انشاء پښتو ژبه او صحافت:                           ډاکټر شاه جهان کاکاخيل په بدلېدونکې دنيا کې د ادب کردار:           ډاکټر اقبال نسيم خټک د پښتو ادب زرين دور:                          ډاکټر راج ولي شاه خټک په پښتو کې د افسانې د ارتقا جاج:             طاهر اپريدى د پښتو په درس او تدريس کې شوې تجربې:   پروفېسر داور خان داود کره کتنه او د هغې زغمل:                       دروېش درانى د ازادۍ تحريک او پښتو شاعري:            ډاکټر يار محمد مغموم پښتو ادب او تصوف:                          عمرګل عسکر عالمي رجحانات او پښتو ادبيات:             افضل شوق مورنۍ ژبه او درس و تدريس:                 خواجه محمد سائيل پښتو ادب کې اسلامي اثار:                    حاجي قمر زمان قمر طائزى پښتو موسيقي او سندره:                         غازي سيال پښتو ناول:                                        ډاکټر سيد چراغ حُسين شاه په پښتو کې تاريخ نويسي:                        رحيم شاه  رحيم اُسلوب پوهنه:                                     پروفيسر محمود اياز يويشتمه پېړۍ او د نويو موضوعاتو ضرورت:   عارف تبسم په کاکړۍ غاړو کې د پښتو سُوچه توري:         صادق ژړک په جنوبي پښتونخوا کې د پښتو ادب:            ډاکټر ميا سهېل انشاء پښتو ادب کې نوي رُجحانات:                    حنيف خليل پښتو کې د ماشومانو دپاره ادب:                روښان يوسفزى په اماراتو کې د پښتنو اديبانو هلې ځلې:        تاج انور اعجاز خټک پښتو او تعليم:                                   فيض الوهاب فيض پښتو، پښتانۀ او د نن تقاضې:                  لياقت امين د مروتو کسرونه:                                 پروېز مروت کراچۍ کې پښتو ادب:                           محب وزير د هزارې د پښتنو تشخص:                       قمر صحرائي د مارګلې په لمن کې د پښتنو ادبي، سياسي او کلتورې هلې ځلې:           اقبال حسين افکار خوشحال خټک او کرلاڼي توري:                 اسير منګل بابوجان او د هغه يوه قلمي نسخه:              سليم بنګښ   د ادبي کره کتونکو په فکر دا په ٢٠٠٦ء کال کې د پښتو لومړى مهم اثر دى چې د پښتو مينه وال به ترې زياته علمي او ادبي ګټه واخيستلاى شي.     ",د ۱۳۸۴ کال پښتو مهم علمي او ادبي اثر چاپ شو 1443,نعمان دوست کابل," سينده ، منم ته هم زما په څېر يې له ژونده ستړى لا لهانده غوندې خو راسره و منه له مانه ښه يې ، ځکه په خپل زړه خپله لاره وهې او زه د لوړو ديوالونو منځ کې خپلې ژړاوې بس په خپله اورم  . ",سينده ! 1444,," افغان ولس مشر حامد کرزي د پاکستان له چارواکو سره د خبرو او کتنې په موخه نن د اسلام اباد په لو روان شو. په دغه سفر کې به افغان ولسمشر د پاکستان له ولسمشر جنرال پرويز مشرف ، صدراعظم شوکت عزيز او يو شمير نورو لوړپوړو چاراکو سره د ترهرګرۍ په وړاندې د يوې گډې ستراتيږى ، اقتصادى او نورو علاقه وړ مسئلو خبرې وکړي . په دغه درې ورځنى رسمى سفر کې حامد کرزي ، د بهرنيو چارو وزير داکتر عبدالله ، د ماليې وزير احدى ، د تجارت وزير ارسلا ، د ګډوالو وزير دادفر او دولسى او مشرانو جرګو يو شمير غړى او يو شمير واليان ملګرتيا کوي .ويل شوې چې کرزي به په دغه سفر کې ددولت او افغان ولس انديښنه د ترهګرى په هکله پاکستانى چارواکو ته ورسوي. له يو شمير سوداګر سره به هم وګوري او د ارواښاد پښتون سياتوال خان عبدالولى خان د غمرازى اودوا په موخه به دهغه له کورنۍ سره په پيښور کې هم وګوري .د افغان ګډوالو ستونزې به هم له پاکستانى چارواکو سره مطرح کړي . ",کرزي د اسلام اباد په لور روان شو 1445,," سمسورویبپانه غواړی دو تلي اومنلي شاعر اروا ښا د اسحق ننګیال دمړینې په و ر ځ (د اپریل ۲۸)د یوی ځا نګر ې پاڼې په خپرولو دد ارواښاد ننګيال یاد تازه کړي؛له درنو مینه والو نه هیله من یو چې په دې هکله د خپلو مطا لبو په رالېږلومونږمنتباراود هغه دا یادونه لا نوره هم ور نه کړی  که چیرته غواړی چې خپل لیکنې برېښنالیک کې رواستوي نو زموږ بریښنالیک پته ده samsoor_afg@hotmail.com مننه سمسور حبیبې   ",۲۸ - اپريل د ارواښاد ننګيال تلين 1446, اسماعيل سنګين," داترخه جوابونه چـي ليـــلاليــکلي دي  ځماپه قسمــتونوکي الله ليــکلي دي  چي مينه پکي نوي هغه زړه کله خپليږي  ماهسي تعويزونه په ملا ليکلي دي  شبګيرترنيمي شپي وي هرعاشق ديارله غمه  نصيب کي دسنګين شپي د يلدا ليکلي دي  ",تعويذونه 1447,," د فراه ولايت امنيتى چارواکود هغو دوو تنو استخباراتى چارواکو مړى پيداکړي دي چې ددوشنبې په ورځ د ناپيږانده کسانو له خوا تښتول شوي وو. امنيتى چارواکو ويلى چې ددغو استخباراتى صاحبمنصبانو مړى يې په داسې مهال په يوه دښته کې پيداکړى چې لاسونه يې ترشاتړل شوي وو . ددغودوو تنو سرونه هم پرې شوي دي . ",د دولت ٢ تنه استخباراتى چارواکى وژل شوي . 1448,حقمل," د ارزګان ولايت يو دولتى چارواکې منلې چې د دولت د مخالفو جنګياليو په يو بريد کې ٥ تنه دولتى عسکر وژل شوي دي . همداشان په دغه بريد کې چې د دغه ولايت د چارچينو په ولسوالى کې رامينځ ته شوى ٦ تنه مخالف جنګيالى هم وژل شي دي. د ژوبلو کسانو په هکله رپوټ نشته . ",٥ تنه دولتى سرتيرى او ٦ تنه مخالف جنګيالى وژل شوي 1449,حقمل," په پاکستان کې د نيپال سفير منلې چې په افغانستان کې يې د خپل هېواد د دوو تنو تښتول شويو نيپاليانو په هکله اړيکې ټينګې شوې او د روغتيا په اړوند يې ډاډتر لاسه کړى دى . دافغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند هم دپرمختګ خبره کړې ده .دغه نيپاليان پنځه ورځې وړاندې د کابل ښار د انصارى واټ له سيمې څخه تښتول شويدي . تښتونکو تراوسه خپلې غوښتنې نه دي په ډاګه کړې . اړيکې له هغه ادارې سره ټينګې شوې په کومه کې چې دغو نيپاليانو کار کوو . ",د ٢ تنو تښتول شويو نيپاليانو څرک لګيدلۍ . 1450,حقمل," د غزنى ولايت امنيتى چاراکو په دغه ولايت کې نن د ٢ تنو ځايي پوليسو دوژل کيدو خبر ورکړ.دغه دوه تنه ځايي ساتونکى چې د يوې ترکي سړک جوړولو شرکت له پاره يې کارکوو د غزنى - شرنى د لارې په اوژدو کې په يوه بمى چاودنه کې وژل شوي دي. ",٢ تنه ځايي پوليس په غزنى کې وژل شوي دي . 1451,حقمل," تيره ورځ څه ناڅه ٢٠ زروتنو مصريانو دتونس کلى ته مخه کړه تر څوپه خپلو سترګو له نيږدى هغه دوه سرۍ خوسکۍ وګوري چې پر پوست يې د «لا إله إلا الله» مبارکه کلمه ليکل شوې . ددغه کلى د بزګر محمد على ابو ضيف کورپر شاو خوا په سلګونو انسانان راټول شوي وو،ترڅو ددغې مبارکې کلمې شکرانه پرځاى کړي .د الرايه انترنتى ويب پاڼې ليکلى: عينى شاهدانو وويل دغه الهى معجزه د ډنمارکى ورځپانو دهغه ځواب په هکله ده چې د اسلام د پيغمبر حضرت محمد (ص) سپکاوۍ يې کړى دى..امنيتى چارواکو خوسکۍ له سيمې لرې کړىدى ،تر څو دکېدونکو مظاهرو مخه ونيسي. ",«لا إله إلا الله» د يو مصري خوسکى پر پوست ! 1452, جان محمد(سنځرخيل)," چه دمور د غيږى ژبى ته دى شاكړه =   تـربيــه دمور او پـلاردى برمـلاكــــړه دآسمان په كتابوكـه څه هم پوه  ئی  =  سوددى نشته خپله ژبه دى ترشاكـــړه  نورى ژبى اوعلوم زده كـړه هنـر دى  =  مېړه ها دى كې دمور ژبه ښكلاكــــړه چاويل چه سيندخالي دى له ګوهره  =  چه غوټي پسي وهي لعل ئی پيداكړه  خواره ژبه او كلتور ملت ئې مړ دى  =   ملت پالوتر خپل قوم هـرڅـه فـداكـــړه پښتنوخـويندو پالـنـه دبچـوكـــــړې    =   كــنه زوى دي دپښتوورماته ملاكـــړه جان محمد(سنځرخيل) ",پښتو ژبه 1453, ګل آغا احمدي وردك,"  ګل آغا احمدي وردك پخواني شوروي اتحاد د خپلو يرغلګرو نيتونو او شومو اعمالو په لړ كې د ۱۳۵۸ هجري لمريز كال د ساړه ژمي د مرغومې د مياشتې په شپږمه نيټه په داسې مهال د سلګونو زره عسكرو او زرګونو نظامي وسيلو په درلودلو سره په افغانستان يرغل وكړ چې د هيواد د تاريخ دوهم شاه شجاع او كمونيست لاسپوڅۍ ببرك كارمل يې هم له ځان سره راوستلى او د واك په ګدۍ يې كښيناوه او فكر يې كاوه چې ګواكي د روسيې د سرې امپراطورۍ د نيول شوو هيوادونو په لړۍ كې يو بل هيواد هم ور زيات شو. خو د ۱۳۶۷ هجري لمريز كال د همداسې ساړه ژمي د سلواغې د مياشتې په ۲۶ نيټه د افغانستان د خلكو د مېړانې او سرښندنې په لړ كې په داسې حال كې ګوډ او مات د خپلې شرميدلې ماتې سره يوځاى له هيواد څخه ووتل چې زموږ هيواد ته يې تر شا د كتلو توان هم په ځان كې نه ليده. سرې لښكرې په داسې حال كې زموږ له خاورې څخه وتلو ته مجبورې شوې چې د هيواد هره برخه ړنګه او يوازې تشې كنډوالې او د باروتو ډك غرونه او رغونه يې د دې هيواد خلكو ته په ميراث پريښودل چې تر نن ورځې پورې په غير مستقيم ډول زموږ د هيوادوالو سره جنګيږي او يو زيات شمير پرې ټپيان او له منځه ځي. له هيواد څخه د شورويانو ماته او وتل د افغان ملت هغه تاريخي وياړ او برى دى چې د هميش لپاره پرې وياړي او په دې لاره كې د خپلو ريښتينو او مومنو بچيانو اتلولۍ، هلو ځلو او قربانۍ ته په درنده سترګه ګوري. له افغانستان څخه د شوروي لښكرو وتل بالاخره د شوروي اتحاد د سرې امپراطورۍ د ټوټې ټوټې كيدو سبب شوه افغانان په دې و توانيدل چې په تش لاس د يوه لوى ځواك په مقابل كې په پوره صبر او حوصلې سره مقابله وكړي او د هغوى د ظلم او بربريت څخه ډكه امپراطورۍ ورته دړې وړې كاندي. د پخواني شوروي اتحاد سرې لښكرې د يوې شرميدلې ماتې په درشل كې له افغانستان څخه ووتل خو زموږ هيواد ته يې زياتې ناوړه پديدې په ميراث پريښودلې چې ځينو ته يې د دې ليكنې په ترڅ كې ګوته نيول كيږي. مخكې لدې چې هغو ځانګړو ټكو ته اشاره وكړو چې د شوروي د يرغل په نتيجه كې افغانستان ته پاتې شول بايد ووايو چې د ۱۳۵۷ د غوايي د كمونيستي كودتا او د شورويانو د يرغل څخه د مخه زموږ هيواد د يوه غوره نظام په درلودلو سره د سولې، امنيت، سوكالۍ، ملي يووالي او ورورګلوۍ، قانون او پرمختګ غيږې ته پناه وړې وه او د ورځې په تيريدو سره د نړۍ او سيمې د هيوادونو په څير دلته هم مثبتو پرمختګونو او بدلونونو د ژوند په هره څانګه كې ګړندي ګامونه پورته كول او د افغانستان خلك د يوه نسبتا خوښ ژوند څخه برخمن وو. خو د شوروي اتحاد د يرغلګرو ځواكونو تر وتلو وروسته افغانستان د يوې داسې كنډوالې شكل ځانته غوره كړ چې له جګړې، غمونو، دردونو، ورور وژنې، بهرنۍ لاسوهنې، بيلتون پالنې، ورانۍ ، ويجاړتيا، مرګونو، ټپونو او سلګونو ناخوالو پرته يې نور هيڅ هم په تن كې پاتې نه وو چې په لاندې ډول يې تر خپلې ليكنې لاندې نيسو:  لومړى: د وسلو، مهماتو او ماينونو خروارونه افغانستان د سرو لښكرو تر وتلو وروسته د وسلو په يوه لويه ديپو بدل شوى وو چې د نوموړو وسلو زياتره برخه د شوروي د لښكرو او د هغوى د لاسپوڅو په وسيله د افغانستان په غرونو او رغونو كې ځاى په ځاى او وكرل شوې چې تراوسه پورې د دې هيواد له خلكو سره په غير مستقيم ډول په جګړه بوختې دي. په همدې توګه د مجاهدينو په خوا كې هم د وسلو كمى نه وو او تر دې مهاله د شوروي د يرغلګرو پلانونو د مخنيوي له امله د نړۍ زياتره هيوادونو مجاهدينو ته هم د وسلو په وركولو كې له پوره سخاوت څخه كار واخيست او زموږ هيواد د مهلكو وسلو او مهماتو په داسې يوه غير منظمه ديپو بدل شو چې پاكول يې لسګونو كلونو ته اړتيا لري او ځينې ځينې د وسلو زيرمې شايد له سره كشف نه شي او د وخت په تيريدو سره د خاورو خوراك شي.  دوهم: لاسپوڅى رژيم پخواني شوروي اتحاد زموږ له هيواد سره دنظامي يرغل او جفا په لړ كې يوازې پخپل يرغل اكتفا و نه كړه بلكي له خپلو وتلو وروسته يې د دې هيواد په خاروه كې داسې يو كمونيست رژيم په ميراث پريښود چې تر غاښونو مسلح وو او د وسلو د راليږلو بهير يې له پخوا څخه نور هم ورته ګړندى كړ چې د نورو وسلو سره سره يې په سلګونو جنګي جيټ الوتكې، هيلكوپترونه، سكاد او لونا توغندي او بې حسابه نظامي او مالي مرستې ورته سرازير كړې او تر هغه مهال پورې په هيواد كې كمونست رژيم ته د شوروي اتحاد له خوا د نوموړو مهلكو توكو را استولو دوام وموند چې څو يې روح په تن كې چليدله او نوموړى كار د شوروي له ړنګيدو وروسته د روسيې فدرالي جمهوريت ته وسپارل شو او په افغانستان كې يې د شوروي د لاسپوڅي رژيم تر وروستۍ سلګۍ او مختلفو اړخونو ته دكورنۍ جګړې تر پايه پورې د افغان ولس سره د كركې او دښنمۍ ډكه څيره ښكاره كړه چې د شوروي دغه راز چلند زموږ د هيواد په ورانولو كې نور هم ګړندي او خطرناك ګامونه پورته كړل چې سلسله يې تر نن ورځې پورې دوام كوي.  دريم: په هيواد كې د ميشتو قومونو تر منځ د بيلتون پالنې او جدايۍ اورته لمن وهل دا خبره د پخوانيو كمونستانو پخپلو څرګندونو كې هم جوته شوې ده چې يرغلګرو شورويانو په افغانستان كې د خپلو لاسپوڅو په وسيله قومي تربګنيو او تعصب ته پراخه لمن وهلې ده چې د افغانستان د كمونيست رژيم د يوه پخواني صدراعظم حسن شرق په هغه ليكنه كې پرې اعتراف شوى دى چې په خپل كتاب (كرباس پوشهاي برهنه پاى) په كتاب كې يې كړې او ددې ډول پارونو ډيرې مستندې نمونې يې په ګوته كړي دي. د تنظيمي او كورنۍ جګړې په ټوله دوره كې په ښكاره توګه ثابته شوه چې شورويانو په دې هكله څومره كار كړى دى او څومره مصنوعي اوقلابي څيرې يې منځته راوړې څو په افغان برميال ولس يې په ناروا توګه و تپي.  څلورم :كورنيو جګړو ته لمن وهل  لكه چې مخكې يادونه وشوه چې د پخواني شوروي يرغلګرو ځواكونو سره لدې چې د هيواد ټوله مادي، معنوي او كلتوري شتمني يې د بشپړې نابودۍ سره مخ كړه او زموږ هيواد يې د تعصب او قومي پارونو په داسې يوه خونړۍ كورنۍ جګړه كې ښكيل كړ چې شومه سلسله يې تر نن ورځ پورې د هيواد په ګوټ ګوټ كې دوام مومي. په افغانستان كې د قانون نشتوالي او د سرو لښكرو څخه پاتې ګډوډۍ زياتو غير مسوولو او كينه لرونكيو افرادو، اړخونو او ډلو ته د دې چانس په لاس وركړ چې خپل ناولي، شيطاني او ډك زړونه د وژونكيو وسلو، توغنديو او كارتوسو د اور په وسيله په افغان ولس تش كړي چې هيواد ته يې يوازې او يوازې وراني او ويجاړتيا په برخه كړه.  پنځم: بهرنيو هيوادونو ته د افغانانو په هجرت كې زياتوالى د شورويانو د يرغل په نتيجه كې د هيواد زياتره شمير وګړي ګاونډيو او د نړۍ لرې او نژدې هيوادونو ته په تيښته او هجرت كولو مجبور شول چې د نړۍ د هجرت په تاريخ كې يوه لويه شميره ګڼل كيږي او د يوه اټكل له مخې پنځه ميلونه انسانانو لدې هيواد څخه هجرت كړى دى. افغان كډوالو په ګاونډيو او نورو هيوادونو كې د كړاو څخه ډك ژوند تيروي او له هغو انساني حقوقو څخه بې برخې دي چې د نړۍ نور اوسيدونكي يې لري. د افغان كډوالو يو شمير بيرته خپل هيواد ته راګرزيدلي خو په پوره توګه دا سلسله بشپړه شوې نه ده بلكي ستونزه تر اوسه پورې پخپل قوت دوام كوي او هغه كډوال چې له بهرنيو هيوادونو څخه بيرته راستنيږي نو له بې كورۍ سره سره د سلګونو ستونزو او رواني تكليفونو سره مخ وي.  شپږم: وراني او ويجاړتيا په دې ځاى كې به ښه خبره دا وي چې د هيواد د ولسمشر ښاغلي حامد كرزي په هغه خبره اكتفا وكړو چې د لنډمهالې يا موقتي دورې د پيل سره جوخت يې كورنيو او نړيوالو خبري رسنيو ته كړې وه او ويلي وو چې زه د داسې يوه هيواد مشر ټاكل كيږم چې د ژوند ټول مادي او معنوي بنسټونه يې نړيدلي او له صفر څخه په ښكته مرحله كې قرار لري. د يوې سروې له مخې افغانستان ته د شوروي د يرغل په نتيجه كې له سل زره ميليارده ډير مالي زيان رسيدلى دى. لدې سره سره د هغو معنوي زيانونو مقدار خو له اټكل څخه لوړ دي چې د هيواد په ګوټ ګوټ كې زموږ تاريخي او كلتوري آثارو ته د شوروي د يرغل په نتيجه كې رسول شوى دى.  اووم: د ټولنيزو اخلاقو بدلون افغانستان ته تر ټولو لوى او نه جبيره كيدونكى زيان هغه كلتوري بدلون ګڼل كيږي چې د شوروي د يرغل په نتيجه كې د دې هيواد د وګړو په نصيب شوى دى او نوموړى كلتور يا كلچر د قانون د نشتوالي سره د خلكو عادي كيدل، په جګړايزو اعمالو او جنګي جرمونو ككړتيا، درواغ او تيرويستنه، غلا او لوټماري، ناروا وژنې او بې پروا تربګني، بې ځايه تعصب، په وړو قومونو او توكمونو كې د انتقام د حس پلي كيدل، له بهرنيو مداخلو او لاسوهنو سره بې پروايي، په ناروا ډول د پانګې لاس ته راوړل، سوالګري، د بيت المال او حكومتي اداراتو چور او تالان، په وسله والو ګوندونو كې د خلكو ويش، په راز راز دښمنيو كې راګير كيدل، له ګاونډيو او نورو هيوادونو څخه د ناوړه چلند واردول، د ناپوهۍ او بې سوادۍ د كچې لوړتيا او له ټولنې څخه د ځينو هغو اخلاقي، ديني ، وجداني او په سلګونو داسې نورو اعتباراتو له منځه تلل چې د يوه ښه او بريالي ښاري لپاره يې په افغاني ټولنه كې ځاى نيولى وو او د كلونو كلونو زيار، هڅو، ښوونې او روزنې په نتيجه كې يې د دې ملت د وګړو په زړونو او دماغونو حكومت كاوه.  آتم: شهيدان او معلولين د يوه اټكل له مخې د شوروي د يرغل په نتيجه كې له يونيم ميليون څخه زياتو افغانان خپل ژوند له لاسه وركړى دى او د معلولينو شميره خو له دې څخه هم څو ځلې لويه ده چې دقيقه سرشميرنه يې سر ته نه ده رسيدلې. د شهيدانو او معلولينو كورنۍ ، كونډې او اولادونه د يوه سخت او ستونزمن ژوند سره لاس په ګريوان دي چې پرته له اوږدو اوږدو غمونو او دردونو نور څه په واك كې نه لري.  پخواني شوروي اتحاد په افغانستان ناروا يرغل وكړ چې د سختې ماتې سره مخ شو. د نوموړي يرغل پايله دا شوه چې شوروي لښكرې له هيواد څخه د افغان ملت د بې سارې ميړانې او سرښندنې په نتيجه كې له هيواد څخه وتلو ته مجبورې او شوروي اتحاد ړنګ شو خو افغانستان يې له راز راز اوږدو ستونزو سره مخ كړ چې تر نن پورې دوام لري. نوموړي يرغل زموږ بهادر ملت د عصر د يوې داسې سترې غميزې په لومو كې پريښود چې تر نن پورې يې دردونه او كړاوونه دوام مومي او شايد چې د لسګونو نورو كلونو په تيريدو سره هم دغه ناوړه پديده دوام ومومي. د پخواني شوروي اتحاد يرغلګر ځواكونه له افغانستان څخه د افغانانو د بې ساري ميړنې او سرښندنو په نتيجه كې وتلو ته مجبور شو او خپلې لښكرې يې په داسې حال كې زموږ له هيواده تيښتې ته اړ شوې چې په ځانونو كې يې شاته د ليدلو توان نه ليده يوازې د هغوى كوماندان ګروموف شاته را وكتل داسې پټه خبره يې له ځان سره كړې ده چې نن هم د نړۍ مطبوعات په دې لټه كې دي چې څه به يې ويلي وي؟ ",چې څه به يې ويلي وي؟ 1454,حقمل," پر داسې مهال چې افغان ولس مشر حامد کرزي له پاکستان څخه پرون خپله رسمي ليدنه پيل کړه ، پاکستانى چارواکو ٥٦٢ تنه افغان بنديان خوشي کړل او نن يې د قندهار د سپين بولدک په ګډه پوله کې افغان چارواکو ته سپارلي دي. ډيره افغان بنديانو د خپلې بېګناهۍ خبره کوله، او ويل يې چې دوى د غريبۍ له پاره پاکستان ته تللي وو او پاکستانى امنيتي چارواکو ورسره بد چلند کړى دى او هرڅه يې ورسره اخيستي دي. پاکستانى چارواکي وايې چې دغو کسانو قانونى اسناد نه لرل . ",پاکستان٥٦٢ افغان بنديان خوشي کړل . 1455,," نن د پيښورڅه ناڅه ٧٠ زرو اوسيدونکو د دغه ښار په واټونوکې د ډنمارک ضد مظاهرې وکړي چې په مرګ ، ژوبلې او ډير مالى زيان پاى ته ورسيدې او له پوليسو سره لاس په ګريوان شول . په دغه اخ ډب کې د يو ٨ کلن ماشوم په ګدون يو تن مړ او تر ٥٠ ډير کسان ټپيان شوي دي. په دغه ښار کې هرڅه په ټپه دريدلې وو، د ناروى دټلفونى شرکت پلورنځيواو يو شمير نورو امريکايي رستورانو او ډير شمير دوکانو ته اوراچول شوى دى . مظاهره کونکو مړ دې وي امريکا او ډنمارک شعارونه ورکول او له خپلو مشرانو څخه يې غوښتنه کوله چې له ډنمارک سره خپلې اړيکې بندې کړي اوديپلوماتان يې له پاکستان څخه وشړي. ",د پاکستان په مظاهرو کې مرګ او ژوبله رامينځ شوه 1456,حقمل," د افغانستان دکانو او صنايعو وزير مير محمد صديق او د پاکستان او هندوستان د نفتو وزيرانو تيره شپه په گډه د ترکمنستان له ولسمشر صفر مرادنيازوف سره کتلى دي. ترکمن ولسمشر ټينګار کړى دى چې هېواد يې چمتو دى د سيمې د ثبات او سولې ټينگښت په موخه دسون او انرژى له سرچينو څخه گټه واخلي .همداشان نيازوف د غازو د پروژې طرحه کې د هند وستان دگډون او شتون هرکلى کړى دى.دغه وزيران د سه شنبې په ورځ د ترکمنستان په پلازمينه کې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د غازو د نل ليکې اوليږد دپروژې پر طرحه ديره شوي وو . دوى په خپله نهمه ناسته کې د يوې کاري ډلې پرسر او د غازو د ليږد په برخه کې په لومړيو توافقاتو سلا شوي دي. دغه ناسته تيره شپه پاى ته ورسيده .د غازو په دغه نل ليکه چې ١٦٨٠ کيلومتره اوږدوالۍ لري ٣ اعشاريه ٥ مليارد ډالر لگښت راځي، چې په کال کې به ٣٣ ميليارد متر مکعب غاز وليږدي . د ترکمنستان د دولت اباد طبيعى زيرمې ٢ اعشاريه ٨٣ تريليون متر مکعب غاز لري. ",له نيازوف سره دغازوپه سرد ٣ هېوادونو دوزيرانو کتنه 1457,حقمل," خبري رسنيو خبر ورکړ ، دهغه بمى چاودنې له امله چې نن د پاکستان د بلوجستا په ايالت کې رامينځ شوه ددغه هېواد په ختيځه سيمه کې گن شمير ښارونه ، فابريکې او په زرګونه کورونه له غازو څخه بې برخې شوي دي. دغه چاودنه مرګ او ژوبله نه لري . همداشان پرون د کويټې په ٧٠٠ کيلومترى د پيرکوه په سيمه کې دوه تنه چينايي انجينيران او ورسره پاکستاني ډريور يې د ناپيږانده وسله والو په يو بريد کې وژل شوي دي. دغو چينايانو د سمنتو په فابريکه کې کارکوو . ",د پاکستان دغازو په نل ليکه کې چاودنه شوې . 1458,حقمل," افغان او پاکستانى مشرانو خپله کتنه او خبرې د دواړو هېوادونو د اړيکود ودې او پراختيا او دترهګرۍ په ضد مبارزه کې د گډو هلو ځلو په برخه کې ګټورې وبللې او په دې اړونديې خوشي ښودلې .افغان ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان ولسمشر جنرال پرويز مشرف نن يو ساعت يوازې په خپلو کې او يو ساعت نور بيا دپلاوو په ګډون خبرې وکړې . دواړه مشران بياوروسته خبري ناستې ته وغږيدل .دوى په دې سلا شوي دي چې د ترهګرۍ په وړاندې به خپلې هڅې او مبارزه گړندۍ کوي .پرويز مشرف د طالبانو، القاعدې او ترهګرۍ په وړاندې د زياتې همکارى ډاډ وښود او پر دې يې ټينګار وکړ چې د ترهګرۍ د مخنيوى او د بې اعتمادى د فضا د له مينځه وړلو له پاره زياتې هلى ځلې وشي .د کرزي يو سلا کار ويلي چې افغانستان له پاکستان څخه صادقانه او بشپړه همکاري غواړي .د لوړې کچه کتنه پر داسې مهال کيږي چې په افغانستان کې د وروستيو ځانمرګو بريدنو په اړوند له دولت او افغانانو سره ډيرې انديښنې پيداشوي او تر ډيره بريده په دې اړوند ګوته پاکستان ته نيول کيږي. خو پاکستان بيا په وار - وار سره د افغان دولت داډول تورونه ردوي . ",کرزي او مشرف خپله کتنه گتوره وبلله . 1459,ګل يار ( کابل )," ګل يار ( کابل )  د ايټاليا د اصلاحاتو وزير رابرټو كالډيرولي يو كميس ( ټي شرټ ) يا يخن قاغ جوړ كړى دى چې د اسلام پيغمبر حضرت محمد مصطفى صلي الله عليه وسلم ته منسوب شوي كارټونونه په كې انځور شوي دي .د ايټاليا د اصلاحاتو وزير دغه حركت د صدر اعظم برليس كوني حكومت شرمولى دى .د رويټرز خبري اژانس رپورټ وركړى چې وزير كالډيرولي د مهاجرت ضد شمالي تړون په نامه د يو ګوند غړى دى .وزير (اې اين ايس اې ) خبري اژانس ته وويل چې غرب بايد د اسلامي تندلارۍ په وړاندې ودريږي او زياته يې كړه چې دغه كميس په هغو خلكو ته ډالۍ كړي چې دده ملاتړ وكړي .له دې وړاندې د ډنمارك او لويديځ نورو هيوادونو په مطبوعاتو كې يو شمير كارټونونه چاپ كړل او د اسلام پيغمبر محمد عليه الصلوت والسلام پورې يې منسوب كړل چې د مسلمانانو يې په وړاندې ټوله دنيا كې مظاهرې وكړې او د هغو هيوادونو بيرغونه يې وسوزول او په ځنې هيوادونو كې سفراتونو ته اور ورته كړ چې ورځپاڼو يې دغه كارټونونه چاپ كړي وو . د ايټاليا د هيواد دې وزير ټينګار كړى دى چې دغه كميس ( ټي شرټ ) چې كارټونونه په كې رسم شوي دي نن اغوندي .د ايټاليا لومړي وزير برليسكوني د رابرټو كالډيرولي نه غوښتي دي چې اعتيدال خپل كړي او چوپ وواوسي خو وير ويلي دي چې كله هم حاضر نه دى چې چوپتيا خپله كړي .  په دی هکله د نورو نړيوالو خبررسنيو رپورنه لاندي وګوری http://news.yahoo.com/s/nm/20060214/wl_nm/religion_cartoons_italy_dc_1   http://www.asiamedia.ucla.edu/article.asp?parentid=39188  ",د ايټاليا يو وزير داسلام پيغمبر (ص) ته منسوب شوي كارټونونه په يو كميس كې رسم كړي دي 1460,حقمل," د استراليا تلويزيونى شبکې (SBS) د عراق په ابوغريب جيل کې د امريکاي فوځونو د نه منونکو جنايتونو تصويرونه خپاره کړي دي. په دغو تصويرونو کې عراقى بنديان په ډير وحشتناک ډول وهل کيږي ، ځورول کيږي او تر جنسى تيريواو بې ستريو لاندې راغلي دي. دغه تلويزيوني شبکې ويلي چې دغه عکسونه يوازې د هغو زرګونو عکسونو يوه برخه ده چې د امريکا د کنګرې په واک کې يې ورکړي دي. يوازې يو شمير له دغو نه وړاندې د خبري رسنيو په واک کې ورکړل شوي دي. دغه عکسونه د ابو غريب زندان د ننه اخيستل شوي دي. د ملګرو ملتونو وياند استفان دوجاريک وويل ملګري ملتونه دا ډول تصويرونو ډير ناراحت کړى دى او هيله من دي چې دې دا ډول پېښو ډير ژر تحقيق وشي.له دې وړاندې د بريتانوى ځواکونو د ظلم او وهلو عکسونه هم خپاره شول . ",په ابوغريب کې د جنايت يو شميرنور تصويرونه 1461,حقمل," د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې کاندو ليزا رايس په کال٢٠٠٦ کې د امريکا له کنګرې څخه په( ايران کې د ولسواکۍ د ملاتړ) ترنامه د ٧٥ ميليونو نورو ډالرو بودجې غوښتنه کړې ده .له دې وړاندې امريکا په ايران کې د ولسواکۍ د ملاتړ په موخه ١٠ ميليونه ډالر ځانګړى کړي وو .دې وويل دغه بودجه به له امريکا سره مرسته وکړي ، چې په ايران کې د ولسواکۍ په اړوند خپل ملاتړ ډير کړي ،راديويي خپرونې ښې کړي ، د سپوژمکۍ تلويزيونى خپرونې پيل کړي، د ايراني زده کونکو لپاره د زده کړې بورسونو ته پراخيتا ورکړي او د ديپلوماسۍ هڅې ځواکمنې کړي. ",رايس د ايران له پاره د ٧٥ ميليون ډالروبودجه غواړي 1462,حقمل," ددولت د مخالف جنګيالو په يو سله وال بريد کې تيره شپه د نيمروز ولايت د چاربورجک ولسوالى په مربوطاتوکې د پوليسو يو صاحبمنصب وژل شوى او ٤ تنه نور ټپيان شويدي. د نيمروز چارواکو دغه بريد منلى او وايى چې دابريد طالبانو کړى وو . بريدپه يو ساتونکي پوسته شوى دى او دواړو لورو يو ساعت پر يو او بل ډزې کړي دي.سيمې ته نوي دولتي ځواکونه رسيدلي دي.طالبانو بيا د پنځو تنو پوليسو د وژل کيدو خبره کوي ا ووايي چې ددوى يو تن طالب هم ژوبل شوي دي . ",په نيمروز کې يو دولتى پوليس مړاو ٤ تنه ټپيان شوي 1463,حقمل," د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي کوفى عنان نوى استازى ( تام کوينگ ) چې د پخواني استازي ( جان ارنو) په ځاى ټاکل شو ى، نن کابل ته راورسيد .کوينګ د المان له لوړپوړو ديپلوماتونو څخه شميرل کيږي چې د غوره تجربې خاوند بلل کيږي .کابل ته په رسيدو ده ويلى چې ډير ژر به له افغان دولتي چارواکو سره وګوري . ",د افغانستان په چاروکې د عنان نوى استازى کابل ته راغۍ 1464,حقمل," افغان ولس مشر حامد کرزي نن د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې ددغه هېواد له لومړى وزير شوکت عزيز سره وکتل. په دغه کتنه کې دواړو لورو په دوه اړخيزه اړيکواو يو شمير سيمه ايزو مسئلو خبرې وکړي اود اقتصادي اوسوداګريزو اړيکو پر ودې او پراخيتا يې ټينګار وکړ . د ترهګرۍ په وړاندې دمبارزې پرګډو هلو ځلواوسرحدي امينت پر سربيا بيا ټينګار شوى او حامد کرزي د ترهګرۍ په اړوند دافغان دولت او ولس انديښنې په ډاګه کړې .ده وويل د افغانستان ثبات د سيمې او نړۍ د ثبات په ګټه دى. همداشان حامد کرزي د پاکستان د ملى امنيت فوځي پوهنتون زده کونکو ته خپله وينا واوروله او ټاکل شوې ده دورځې تر پايه د سوداګرو يوې ناستې ته هم وينا وکړي.کرزي پرون له پرويز مشرف سره په کتنه کې وويل دامهال د دواړو هېوادونو اقتصادي اړيکې ښې دي او دګډو همکاريو له پاره ډير ظرفيتونه شته . دکرزي په وينا د طالبانو په وخت کې د پاکستان صادرات يوازې ٢٥ ميليون ډالر وو اما اوس يو اعشاريه ٢ ميليارد ډالرو ته رسيدلې . حامد کرزي د يو ٣٥ کسيز پلاوي په ملګرتيا پرون اسلام اباد ته ورسيد . ",کرزي له شوکت عزيز سره په اسلام اباد کې و کتل 1465,," په هرات کې افغان امنيتي او سرحدي ساتونکو په دغه ولايت کې د لس تنو ايرانيانو د نيونې خبر ورکړى او وايې چې ٨ تنه يې يو ځاى او دوه نور يې په جلا جلا توګه نيولي دي . امنيتى چارواکو ويلي له دغه کسانو پوښتنې دوام لري. دغه کسان تر ډيره د نيشه يي توکو په قاچاق تورن شوي دي. دم ګړۍ ٨ تنه د ايران د خراسان ايالت اوسيدونکي په ګوته شوي . ",افغان چارواکو لس تنه ايرانيان نيولي دي. 1466,حقمل," د زابل ولايت دوالى وياند منلى چې تيره ورځ د طالب اورپکو يوې ستر ډلې چې شمير يې له ٥٠ تنو څخه ډير وو په دولتى او ملکي سيموبريد وکړ چې له امله يې يوملکي وګړۍ مړ او ٤ تنه نور ټپيان شوي دي. طالب وياند قاري يوسف ويلي چې د دوى کسانو ته په دغه بريد کې زيان نه دى رسيدلى . ",په زابل کې دوسله وال بريدله امله ١ تن مړاو٤ ټپيان شوي 1467,څېړنمل ( محقق ) شېرشاه رشاد," څېړنمل ( محقق ) شېرشاه رشاد دعلامه رشاد بابا(رح)پر ژوندانه څو خبري(په كندهار كي د علامه بابا(رح) د لومړۍ تلينې په اړه كنفرانس ته ) هغه كـــــان چي د ګـــــوهـــــرو مجمــــــوعه وهدڅــــــورازو كــمــــــــــــالاتــــــو ګنجــيــنــــه وهد اجــــــل په زلــزله لـــــه مـــــوږه ورك ســـــــــودمُهرونو دروند عِيار يې په مرګ سپك سوپســــــله دې د اعِيـــــــار نه ستــــه په سكو كيداغمـــى به پيـــــــدا نه سي پــــــه كـــــــــانو كي( علامه رشاد بابا) علامه رشاد بابا (رح) د عبدالغفور خان زوى ، دمحمد اياز خان لمسى ، د محمد جان خان كړوسى ، دنيك محمد خان كوسى او دلكي صاحب خان كودى د ۱۳۰۰ ل كال د لړم پر ۲۳ نېټه دكندهار د بابړو په كوڅه كي زېږېدلى دى . دخپل پلار تر سيوري او ښووني لاندي يې دهغه مهال مروج عربي كتابونه او دانګريزي الفبا زده كړه . دڅلورو كالو په شاوخوا كي دپلار سره دهرات په سفر ولاړ او دهرات د هغه مهال د رجالو سره يې دناستي او خبرو خاطرې يې تل يادولې .د پلار روزنيزه او ښوونيزه لار يې خپل دراتلونكي علمي ژوندانه او پوهنيزو څېړونو تومنه بلله .دشپږ و كالو و چي دكندهار دګنج ښوونځي ته شامل سو ، په هره ټولګۍ كي په ډېره اوچته درجه لومړى كېدى . ددې ذهين ، نابغه او مستعد كوچني آوازې دښار په څلورو خواوو كي ازانګې وكړې دهغه مهال دهېواد نوميالى مشر غازي امان الله شاه يې دليدو په هيله د دوى ټولګي ته ورغى او په پلرني شفقت او پيرزويني سره يې د علامه بابا (رح)ونبوغ او استعداد ته دحيرت ګوته په غاښ كړه .د دريم ټولګۍ پاى و چې دسقوى ناتار ناسوره څپه پر هېواد خپره سوه او دټولګيو ور دكوچنيانو پرمخ وتړل سو .ترڅوچي په ۱۳۱۰ ل كال ښوونځي بيرته پرانستل سوه او علامه بابا (رح)په ۱۳۱۲ ل كال له ښوونځي څخه فارغ سو .دعلامه بابا (رح)دپلار مړينه په ۱۳۱۳ ل كال كي پېښه سوه او دژوند لومړنۍ دنده يې هم دكندهار په مطبعه كي په همدي كال پيل سوه او په همدي كال كي يې خپل لومړى شعر وليكي خو خپور نه سو .له ۱۳۱۴ ل كاله څخه تر ۱۳۲۳ ل كاله پوري دكندهار په ابتدائيه او رشيديه ښوونځيو او له ۱۳۲۳ ل كاله څخه تر 1325 ل كاله پوري دكندهار په فرقه كي دصاحب منصبانو دپښتو ژبي د ښوونكي سپيڅلي دندي ته غوره سو او دكوچني معلم په نامه يې په خلكو كي شهرت وموند .په ۱۳۱۷ ل كال كي يې لومړى شعر او په ۱۳۲۰ ل كال كي يې لومړۍ ادبي څېړنه په طلوع افغان كي خپاره سوه او په دې ادبي څېړنه كي يې دپښتو خوږ ژبي شاعر عبدالرسول ماشوري ، دهغه شعري ديوان ، آزادنامه اوسفرنامه يې موږ ته راوپيژندل .په ۱۳۲۵ ل كال دعلامه بابا (رح)دسياسي ژوندپيلامه وه . دهېواد ديوازني سياسي ګوند وېښ ځلميانو دلاري ملګرى سو ، په همدي كال دكندها ر دښاروالۍ د انجمن مشر او بيا دښاروالۍ مرستيال وټاكل سو . څنګه چي د پوهي او زده كړي سره يې مينه ډيره وه ، دلوړو خصوصي زده كړو له پار ه په ۱۳۲۸ ل كال هند ته ولاړ دزده كړي تر څنګ يې په هند كى دپښتنو دبرمه ډك پېر په اړه يې ژوري علمي څېړني وكړلې او په هندوستان كي دلودي، ســـوري ، كرلاڼي،لواڼي او بنګښو پښتنو دپاچاهيو ، نوابيو او كورنيو په اړه يې ډېر پټ ټكي ښكاره او وسپړل . په سانسكړيت ،بنګالي او زړه هندي ژبو كي يې دپښتو ژبي دكلماتو ريښې وڅېړلې .تر ۱۳۳۴ ل كاله پوري علامه بابا (رح)دخپلو لوړو علمي زده كړو په لړ كي د هندوستان علمي رتبې "" منشي فاضل او اديب فاضل "" يې تر لاسه كړلې . د دغو علمي رتبو په اړه مي دهېواد درانه او ګران استاد خالق رشيد څخه چي دهندوستان په علمي او څېړنيزو برخو کي د ژوري پوهي او درانه نظر خاوند دى ، د يو ليک په ترڅ کي وپوښتل ، هغه ليکي :[... د هندوستان په تعليمي بهير کي دعليګړ ، اله آباد او دکن عثمانيه پوهنتونو د اسلامي زده کړو له امله خورا مشهوردي ، په دغو پوهنتونو کي دتېري پيړۍ په اوږدو کي يو شمېر لنډ مهاله پروګرامونه وه چي نن سبا يې ځاى اوسنيو نويو ډګريو لکه : سرټيفکټ ، ډيپلومه ، اډوانس ډيپلومه او لسانس نيولى دى . هندوستان له ډېرپخوا څخه خپل تعليمې پروګرام په لويديز ډول عياركړى ، همدا وجه ده چي كله اوس هرڅوك په هندوستان كې زده كړې وكړې ، دوى په زياتوبرخو كې په لويديزكي كومه ستونزه نه لري . په عليګړ پوهنتون كې دغه نوى پروګرام دسرسيداحمد په زياراوهڅه دمسلمانو ځوانانو له پاره پيل سوى چې تراوسه دغه پوهنتون په هندكې دپوهنواو زده كړو په برخه کي خپل اهميت لري .په دغه پوهنتون كې د اردو ژبې زده كړه ان له پيل څخه بيا ترننه په خپل ذات كي خورا مهمه اودپاملرنې وړوه په تيره هغه مهال چې انګريزانو په هندكې دفارسي ټغر ورټول كړ، هندي پوهان په دې پوه سول چې له دغې بلاسره به اردو ژبه هم يوه ورځ لاس اوګريوان كيږي ، همداوه چې دوى د ارود ژبې له پاره همداشان پروګرامونه او كورسونه ددغې ژبې دپياوړتيااو غوړيدوپه خاطر ترلاس لاندې ونيول . چې دغه لړۍ بيا ټولو هغو سيموته چې اردوژبه په كښې دپاملرنې وړ وه لكه : ډهلى ، دكن ، بهوپال ، اتراپرديش ، بهار، اله آباد او نوروته وغزېده . چې تراوسه پورې هم داردو پالنې اوزده كړې دغه لړۍ او دغه دود په بيلابيلو برخو كې روان دى، خو داچې اوس دهند په قانون كې هندي ژبه اودهغې ناګري ليك دود منل سوى ، داردو ژبې هغه دوران اوس مخ پر ټيټه ښكاري . په عليګړاويوشميرنورو علمي موسسو لكه جامعه اردوى هند كښې د اردو ژبې زده كوونكو اوهغوكسانو ته چې په دغه ژبه كې به يې زده كړې كولې ددوى په تعليمي مفرداتو كې دزده كړې يوسستم و چې د (منشي فاضل او اديب فاضل ) علمي ډګرۍ به يې وركولې . دغه لړۍ په رښتياهم هغه مهال په هند كې پيل سوې وه چې ارواښاد استاد په هندكې و. دغه ډګرۍ دجامعه اردو له خوا هغو كسانوته وركول كيدې چې په دغه برخه كښې به يې ځانګړې وړتيا اولياقت ښودى . جالبه خوداده چې ددغه وياړ په اړه د(دقيق كار اوكس ) خبره هم اړينه اوورسره تړلې وه. په دغه پروګرام كې برسيره پردې چې تعليمي وو دهغو په ترڅ كې ترټولومهمه خبره د (وړتيا) اواستعداد خبره وه. ] علامه بابا (رح) هېواد ته دراستنيدو سره سم دستي د افغانستان ديوازني علمي ادبي مركز پښتو ټولني له خوا ددغي ټولني مسلكي غړي توب ته وبلل سو هغه مهال دپښتوټولني ر ئيس ارواښاداستاد ګل پاچا الفت دخپلي بلني په يوه برخه كي ورته ليكي :[ ..... له تاسو څخه په ډېر احترام استمزاج كوم چي تاسو پښتو ټولني ته په رسمي ډول راسئ او ددغي موسسې په تقويه كولو كي برخه واخلئ ! ....]په ۱۳۳۵ ل كال دپښتو ټولني علمي غړى سو او پسله يوه كاله ددغي ټولني مرستيال وټاكل سو .په ۱۳۳۶ ل كال دعلامه بابا (رح)لومړى مغتنم اثر "" لودي پښتانه"" له چاپه راووت . له ۱۳۳۷ كاله راهيسي دپورتنى دندي ترڅنګ د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي كي د استادۍ دنده هم ورته سپارل سوې وه .د ۱۳۴۱ ل كال له پيله څخه علامه بابا (رح)دپخواني شوروي اتحاد ( اوسنۍ روسيې) دپترزبورګ ( پخوانى ليننګراد) د ختيځ پېژندني په انستيوت كي دپښتو څانګي د استاد په توګه وټاكل سو . دښووني ترڅنګ يې د روسي ژبي زده كړي ته ليڅي راونغاښتې ، دوه زره روسي متلونه يې پښتوته رواړول ، دپورتني انسيتوت رئيس پروفيسر ماكسيم نيكولايويچ بګليوبوف د علامه بابا (رح)ددغه اثر په باب داسي ليكي :[ ښاغلي پروفيسر رشاد په ١٩٦٤ (١٣٤٤) کال کي خپل ډېر ارزښتمن او علمي اثر "" د روسي او افغاني (پښتو ) متلو علمي پرتله "" بشپړ کړ چي چاپ به يې پر موږ نېکمرغه زېرى وي . ]په ۱۳۴۴ ل كال كي له روسيې څخه بيرته هېواد ته راستون سو او دكابل پوهنتون د استادۍ په څنګ كى يې خپلي علمي _ ادبي څيړنى وپاللې ، په دغه كال كي يې د پوهنتون پوهندوى علمي رتبه دفاع كړه ، په ۱۳۵۰ ل كال كي دپوهنوالۍ علمي رتبى ته ارتقا وكړه او په ۱۳۵۳ ل كال كى يې دپوهاندۍ علمي رتبه تر لاسه كړه . په ۱۳۵۷ ل كال كي جبري تقاعد وركړل سو . خو دعلامه بابا (رح)(رح) او علمى كړيو او سړيو تر منځ اړيكي پرې نه سوې زموږ كورد دوى په موجوديت کي يواكاډميك مركز و او دوى خپله ديو ژوندي دايرة المعارف په توګه دهېواد علمي مرجع وه .په ۱۳۶٢ ل كال كي دهېوادترټولو لوړه علمي رتبه اكاډيمسني وركړل سوه او په ۱۳۸٢ ل كال د اولس له خوا د علامه لقب ورته وركړه سو . دوى د ژوندانه اويا كاله دپښتوژبي او ادب او دپښتنو د تاريخ په اړه علمي څېړني وكړلې ددوى په څېړنو كي نوښت ، ژوروالى ، علمي دقت او دماخذ نقد او بيا كتنه ځانته خاص ځاى لري . په دغو ځانګړتيا و سمبال تر ۱٤٠ زيات آثار يې وكښل چي له هغو څخه ۵۹ اثره چاپ او تر ۸۰ زيات اثره يې تر اوسه ناچاپه پاته دي .علامه بابا (رح)نه يوازي عالم او پوه و ، هغه دروند، زړه سواند او پر علمي اصولو ټينګ ښوونكى و دوى په سوو شاګردان زموږ هېواد او ټولني ته روزلي دي .دوى د علمي څېړنو تر څنګ د پښتو ژبي او لهجو دځينو مړو او نيمژواندو لغاتو بيا راژوندي كيدوته ډېر ليوال و .علامه بابا (رح)دهېواد ، سيمي او نړۍ يو لوى ښوواند ،ستر علمي ، فرهنګي ، ټولنيز ، سياسى او ملى شخصيت و. د دوى د سيمه ايز او نړيوال شخصيت په اړه دبيلګي په توګه لاندني درى نظره تاسي ته وړاندي کوم : د استاد خالق رشيد دپورتني ليک په يوه برخه کي لولو: [تركومه ځايه چې ماته معلومه ده ، استاد په هندكې دخپلې ځوانۍ تر يوې لسيزي زياته موده تيره كړې ده ، دده معاصرين تراوسه په هندكې ژوندي دي ، هغه په هندكې دخپلې استوګنې پر وخت د اردو ژبې دزده كړي دغه پروګرام تر(اډوانس ډيپلومه) اوسانسكريت اوانګريزي ژبي پرګرامونه په پارټايم ډول سره بشپړكړي دي اودخپلې استوګنې پرمهال چې په هندكې و لوستي دي ، هغه سانسكريت ناګري ليك دود زده كړ، هغه هم په داسې وخت كښې چې په خپله هنديانو له دغه ليك سره زياته ليوالتيا نه درلوده . دوه كاله مخكي په جنوبې امريكا كښې دهندي ژبي نړيواله كنګره جوړه سوه ، په دغې نړيواله غونډه كښې يوفلم نندارې ته وړاندي سو، چي په هغه كښې استاددلومړني افغان په توګه معرفي سو، چي په هندي ژبه (اصلي هندي ، نه اردو ) باندي پوهېده ، ددغه فلم له پاره اړين اسناد اومواد اود استاد عكسونه ما برابركړي وو، په دغه فلم كښې زما مركه داستاد په اړه دكنګرې ۱۵۰۰ غړوته واورول سوه . دكنګرې غړو چې كله داستاد هغه انځور چې دګوربت مجلې پر پښتۍ چاپ سوى و د لوى تالار پر لويه پرده باندي وليد په يوه ږغ سره له هرې خواد (مهان ګرو ) (لوى ښوونكې ) چغې او ارادتونه څرګند او راپورته سول . په دهره دون كښې د غازي سردارايوب خان لمسۍ چـي بلقيس نوميږي او په خپله كورنۍ كښې په (بې كې ) مور باندي مشهوره ده استاد رشاديې ښه پيژاند . هغې دخپلو خبروپه ترڅ كښې داخبره هم موږ ته وكړه چې : (( رشاد صاحب به چې كله اله آباد ته راتلى ، موږ ته به يې ويل چي په ډيلي كښې انګريزي ، اردواوسانسكريت ژبي لولم . )) ] د روسيې ( پخواني شوروي اتحاد ) د پيترز بورگ د ختيځ پېژندني د انستيوت رئيس پروفيسر ماکسيم نيکولايويچ بگليوبوف دعلامه بابا (رح)په باب ليکي : [ ..... پروفيسر عبدالشكور رشاد زموږ تر اټكل او تصور ډير لوړ پوهاند ، مجرب او مسلكي استاد دى چي ددې انسيتوت دعلمى غړو ، استادانو او محصلينو په منځ كي د ځانګړي درناوي او ميني څښتن و ....... ] دجاپان د لرغون پېژندني د افغاني برخي دکميټې غړى ښاغلى ريوجى سوګانوما کله چي په ٢٠٠٠ کال کي افغانستان ته راغلى و د علامه بابا (رح)سره يې دوه پلا وليده ، دعلامه بابا (رح)په اړه وايي :[ ... رشاد سين سې ( استاد رشاد ) د بوديزم او ختيځ تاريخ په باب دوني ژور او بشپړ معلومات درلوده ، چي ما دلومړي ځل له پاره اوريدل . زه د دوى سره په مجلس کي په خپله حيرانتيا کي ډوب ، ډوب وم . ] علامه بابا (رح)پوره يو كال وړاندي د ۱۳۸۳ ل كال دليندۍ پر ۱۱ ددې فاني نړۍ سره مخه ښه وكړه .ددوى دمړيني سره دپښتنو د ادب او فرهنګ يو لوى او غښتلى برج داسي ونړيد چي بيا به يې زمانه په ډېره موده دجوړيدو وس ونه لري .د دوى دمړيني سره دپښتانه په وير ژړلي كور كي ديوه خورا درانه غم كمبله هواره سوه ،ټول افغانان او شاوخوا سيمي په غم زنګېدلې ، هرې خواته د اوښكو بارانونه اورېدل او دآهونو لوخړي جګيدلې ، مځكي او اسمان دپښتنو پردې بده ورځ ژړل .په پاى كي دعلامه بابا (رح)پاك روح ته په دعا سره ، د دوى د علمى ، ادبي ، تاريخي ، فرهنګي ، ټولنيزي او سياسي شتمنۍ ړنا او ښكلا دهېواد پرټولو فرهنګيانو، اديبانو ، څيړونكو او د ادب پر مينه والو خپره غواړم .پاى ",دعلامه رشاد بابا(رح)پر ژوندانه څو خبري 1468,عادل اڅکزئ,"   کاف * کړه په باد باندي خوله  ډکه ميم * سو غوږ  زمانه يؤ  سو خوشبين بل سو غمګين  په برخه سږ زمانه   ظالم  چاړۀ  په  لاس  کي ونيوه  مظلوم  پرېباسي لکه  چي  څوک حلالوي   د اختر مږ  زمانه  (  ١ ) د کاف څخه کافر مراد دی (  ٢ )  د ميم څخه مسلمان مراد دی   ۱۶ جنوري ۲۰۰۵ چمن ، پښتونخوا   ",څلوريځه 1469,جلال امرخېل,"  لمبه لمبه ژوند مې انګار كړه چې ثواب دې وشي  ما دې ددنګې غاړې هار كړه چې ثواب دې وشي    بس دى شېخي مې ډېره وكړه راترغاړې وځه  نن خو مې ياره ګناه ګار كړه چې ثواب دې وشي    د زړه پر ولو مې رابار دي نور ېې وړلاى نه شم دغه غمونه دې ايسار كړه چې ثواب دې وشي    چې د تنكۍ ونې په څېر به شوې په ملا راكاته  هغه انداز دې بيا تكرار كړه چې ثواب دې وشي    وخته !! كافر شو چې د مينې په مذهب روان شو  دا امرخېل ځوړند په دار كړه چې ثواب دې وشي ",غزل 1470,پوهنوال ډاکټر نظرمحمد سلطانزﺉ ,"   درڼاانرژي په هکله دقرآن شريف مبارک آيات (سورت النور پنځه ديرشم آيات ) داتوم انرژي بنسټيز فرمول ( لومړۍ برخه )  ليکوال  دافغانستان داتوم انرژي سازمان  (AAEC)    پخوانۍ مسئول مشر  دهستې فزيک پوه  پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزۍ ځدراڼ (  جرمني)    د  تخنيکي ستونزو له کبله پوره متن  دلته نه شي خپرېدلاﺉ، د ليکني د پوره متن د لوستلو دپاره دغه ځای کښېکاږﺉ   ",داتوم انرژي بنسټيز فرمول 1471,پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزﺉ ځدراڼ ( جرمني)," درڼاانرژي په هکله دقرآن شريف مبارک آيات (سورت النور پنځه ديرشم آيات ) داتوم انرژي بنسټيز فرمول ( لومړۍ برخه )  ليکوال  دافغانستان داتوم انرژي سازمان  (AAEC)    پخوانۍ مسئول مشر  دهستې فزيک پوه  پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزۍ ځدراڼ (  جرمني)    د  تخنيکي ستونزو له کبله پوره متن  دلته نه شي خپرېدلاﺉ، د ليکني د پوره متن د لوستلو دپاره دغه ځای کښېکاږﺉ ",د اتوم انرژي بنسټيزفرمول 1472,," جلالزی ( کابل )  د افغانستان د دفاع وزیر رحیم وردگ د 5 شنبه په ورځ په اسلام اباد کښي وویل چه افغان لوري د هغو کسانو د نمونو لیست پاکستاني وگړو ته سپارلی چه په ورانکارۍ تورن دي او په پاکستان کښي ژوند کوي . وردگ وویل چه له پاکستاني دولت نه یې غوښتي تر څو دا کسان ورته وسپاري . د یادوني وړ ده چه پاکستاني چارواکو مخکي تر دې د طالبانو ویاند مفتي لطیف حکیمي او د هغه بل پلوي  مولوي یاسر هم افغانستان ته سپارلی دی خو دا چه اوس چیرته دي په اړه یې چارواکي څه نه وایې ",ورانکاري پاکستان ته په کاغذ ور وپیژندل شول 1473,," جلالزی ( کابل )  د ملگرو ملتو د سر منشي ښاغلی عنان د دفتر ویاندویان وایې چه نوموړی وروسته له هغه چه د عراق په ابوغریب زندان کښي د بندیانو بربنډ عکسونه خپاره شول ډیر خفه دی او په عراقي چارواکو یې ږغ کړی تر څو عاجلي پلټني پیل کړي . په دې عکسونو کښي چه په روانه اونۍ کښي د بریتانیوي ورځپانو له خواه خپاره شوي ښیي چه بندیان بربنډ ولاړ دي او د بدن په غړو یې د وهلو ټکولو علایم بریښي . د ابوغریب زندان په بغدا کښي موقیعت لري او ساتنه یې د امریکایي ځواکو له خواه کیږي ",د ملگرو ملتو سر منشي کوفي عنان خواشنی دی 1474,," جلالزی ( کابل )  د اردن دولت د عراق د القاعده څانگي مسول ابومعصب الزرقاوي چه په ویره اچونه او تروریستي پیښو تورن دی وروسته له هغه له خپلو څو نورو تورنو کسانو په اعدام محکوم کړی چه ورسره کسان په محاکمه کښي حاضر وو خو زرقاوي په خپله موجود نه وو . د نوموړي یاران په اردن کښي د زهرجني ناکامي چاودني په تر سره کولو تورن دی ",ابو معصب ا لزرقاوي په غیابي اعدام محکوم شو 1475,," جلالزی ( کابل ) د افغانستان له خاوري د تاجکستان د بریښنا لیږدول ایران ته د خبرو توده موضوع ده  د دې 200 ملیون ډالري پروژې پر سر د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه ښار کښي د افغانستان ایران او تاجکستان د بریښنا وزیران سره خبري کوي  د دې پروژې په اساس به د تاجکستان نه ایران ته بریښنا ولیږدول شي . ایران دخپل اټومي پروگرام پر سر د نړیوالو له خواه له سختو فشارونو سره مخ دی او وایي چه دا کار به د رواني فبروري میاشتي په 20 مه پیل کړي . اټکل شوي چه د خبرو اترو په وروستي ورځي کښي به له افغان لوري د بر یښنا وزیر اسماعیل خان د تاجک لوري به ژربیک نومخمدوف او له ایراني لوري به پرویز فتح یو مهم تړون هم په دې اړه لاسلیک کړي ",دتاجکستان بريښنا به دافغانستان په خاوره کي ايران ته ځي 1476,," جلالزی ( کابل )  دایټالیا د د بهرنیو چارو وزارت ومنله چه دا دوه اتباع یې چه له یوې مرستندویه ټولني سره یې کار کاوه له کابل نه تري تم شوي وو او د پنجشنبه په ورځ یې مړي تر لاسه شوي دي . ویل کیږي د مړو په بدن د وهلوټکولو نښي نه لیدل کیږي  ایټالیوي چارواکي وایې چه د مړني علت به وروسته له هغه روښانه شي چه مړي ایتالیا ته د څیړنو په موخه واستول شي ",د دوو ایټالیوي وگړو مړي په کابل کښي تر لاسه شول 1477,," جلالزی ( کابل )  بندیان چه شمیره یې تر 500 تنو لوړه وه وروسته له هغه کابل ته راورسیدل چه د کراچی له بند نه یوه ورځ مخکي د حامد کرزي له سفر پاکستان ته راخوشي شوي وو. بندیان وایې په پاکستاني بند کښي ورسره سخت چال چلند شوی . له بل لوري پاکستاني چارواکي وایي خوشي شوي بندیان په دې دلیل نیول شوي وو چه پاکستان ته یې د ننوتو قانوني اسناد نه درلودل ",د پاکستان له بند نه را خوشي شوي بندیان کابل ته راورسیدل 1478,," جلالزی ( کابل )  پاکستاني استخباراتي مامورین وایې نیول شوي ازبکستانیان د طاهریولداش پلویان دي ..یولداش د القاعده د تروریستي ډلی وفا دار غړی ښودل شوی دی . دا دوه تنه نیول شوي کسان د پاکستان په میرانشاه سیمه کښي د تلاشي په یوه پوسته کښي لمړی ودرول شول او وروسته بیا د تروریستانو گمان  پروشو . نيول شوي کسان ویل کیږي په دري ژبه خبري کوي او افغاني کالي یې په تن دي . افغان او پاکستاني لورو په وار وار د افغانستان او پاکستان تر منځ د بهرنیو جنگیالو د شتون خبر ورکړی وو ",دوه تنه ازبکان له تروریستانو سره په تړاو ونیول شول 1479,د پېښور نه دنندارې راپور :," راغلى نومړي په اسلام ابادکې دپاکستان له اولس مشر جنرال پرويزمشرف اودپاکستان دصدراعظم شوکت عزيز سره ځانګړې خبرې اترې وکړې دحامدکرزي دادوره د دواړو هيوادنو دښوتعلقاتودپاېښت اوتجارتي   د پېښور نه دنندارې راپور  : دافغانستان اولس مشر ښاغلى حامدکرزى چې دادوه ورځې کيږي چې پنځه دېرش کسيزې پلاوې سره دپاکستان په دوره راغلى نوموړي په اسلام ابادکې دپاکستان له اولس مشر جنرال پرويزمشرف اودپاکستان دصدراعظم شوکت عزيز سره ځانګړې خبرې اترې وکړې - دحامدکرزي دادوره د دواړو هيوادنو دښوتعلقاتودپاېښت اوتجارتي اوپه سيمه کې دښو سياسي روابطو په درلودلو په اړه وو-  اوهمداراز ښاغلي کرزي دجمعې په ورځ دراغلي پلاوي سره دصوبه سرحد چارسدې ولى باغ ته دعوامي نيشنل پارټۍ مشرمرحوم خان عبدالولى خان دمړينې فاتحې ته راغى اودخداى بخښلي خان عبدالولى خان په مزارباندې يې دګولونوګېډى کېښودې اوهمدارازيې دافغاني اوپاکستاني ژورنالستانو پوښتنو ته يې هم ځوابونه وويل اودخپل درى ورځنيۍ دورې په اړه يې معلومات ورکړل دغرمې نه وروسته دفبرورۍ په اولسمه بېرته خپل هيواد افغانستان ته ستون شو - ",حامد کرزى دجمعې په ورځ ولي باغ ته لاړ او دعايې وکړه 1480,حبيب اله غمخور," حبيب اله غمخور د طالبانو د رژيم له نسکوريدوراپدې خوا په افغانستان کې په ميلياردونو ډالر لګيدلي دي .افغان دولت وايي د 2005 زکال د نومبر تر پايه پورې د دغو پيسو دقيقه شميره 8,4 ميليارده ډالره ده. په بله ژبه د ښاغلي کرزي له واکمنۍ وروسته هر کال افغانستان ته تر دوو ميلياردو ډالرو ډيرې پيسې راغلي دي . که څه هم د چارواکو په وينا ډير څه له صفره پيل شوي خو ولس بيا وايي دولتي اداري فساد او د پيسو ناسمې لګونې ددې لامل گرځيدلۍ هغه څه چې بايد شوي وای ونشول . د ولسمشر د دفتر ريس جاويد لودين هم دا مني دبي بي سي راډيو سره په مرکه کښي هغه وايي ((په تيرو څلورو کلونو کې د فساد ، ټوپکسالارۍ او په ځينو نورو برخو کې ډير څه نه دي شوي خو هڅه روانه ده. )) دولتي چارواکي تل دا وايي چې ددوي سره دوعدو شوو پيسو نږدي 78په سلو کښي چې 6,8 ميليارده ډالره کيږي نادولتي مرستندويو ټولنو او د ملګرو ملتونو په څير نړيوالو ادارو په افغانستان کې لګولي دي . که څه هم د دغو نادولتي مرستندويو ټولنو پر کار خورا ډيرې نيوکې له ډير پخوا رواني وې . خو نړيوالو له پيل نه په دولت کې کاري ظرفيت ته ګوته نيوله او داسې ويره يې ښووله چې هسې نه دغه پيسې پر ځای ونه لګيږي ، او شخصې جيبو ته ولاړې شې چې متاسفانه تر ډير داکار په يوه او بله بڼه وشو .  اوس دکلاوې سر ورک دۍ ، دولت انجوگانې او انجوگاني بيا دولت او دامنيت نه شتوالی ملامتوي ،مگر افغانان دسرته رسېدلو چارو پر اساس قضاوت کوې ،اودغو ټکو ته گوته نيسې کوم چې دنړيوالودمالي ،مادې او پوځي مرستو په بدل کښي دهغه پلي کول له انتقالي ،عبوري او اوسنۍ ادارې څخه هيله درلوده . دلندن دکنفرانس په درشل کښې او تر هغه راوروسته يو شمير جگپوړي چارواکي په زيات خوشحالۍ دخپلو برياوو يادونه کوي ،مگر افغان ولس ددوي ددغوبرياويادونه دنړيوالو او افغانانو په سترگو کې خاوري اچول بولې . ددې ليکني په لومړۍ برخه کې مې په ځينو برخو کې دناخوالو په هکله يادونه وکړه ،اوس غواړم ددغو گوتنيونو لړۍ يو څه نوره هم پراخه کړم . دښونې او روزنې ،عالې تحصيلاتو ،رغتيايي خداماتو ،مخابراتو ،کليو دپراختيا په برخو کښي مي ځغلنده نظر وړاندې کړ ،په تفصيل يې ځکه دليکلو څخه ډډه کوم هغه متل دۍ وايي : (( چيزيکه عيان است چه حاجت به بيان است )) فکر کوم هر افغان پدې ښه پوهيږې چې ددولتي چارواکو لخوا پدغه څه دپاسه څلورو کلو کښي دپورته ياد شوو پيسو په مصرف دهيواد د اقتصادي بيا رغاوني په برخه کښي څه وشوه ؟  1 / له طبعي ذخايرو څخه لکه معدنونه او کانونه جنگسالارو او محلې قوماندانانو تر دولت زياته گټه اخيستې ده ،زه دانه وايم چې نوې معدنونه ولې ندې کشف شوي اويا نوي جيالوجيکې سروې گانې دې تر سره شوې واي ،هغه څه چې له پاچا نه تر بزگره هر چاته معلوم وه نه يوازي داچې ونه ساتل شوه بلکه هر ورځ دا ملي شتمنې دهغو لخوا چې په يوه او بل نامه يې ددې ولس په ښارگو کې خپل کرغيړن غاښونه ښخ کړې چور او تالاکيږې ،دبيلگې په توگه هره ورځ په سلهاو ټنه دډبروسکاره په غير فني توگه استخراجيږې او توربازار ته دافرادو لخوا وړاندې کيږې ،گاذ او اومه تيل هم په همدغه ډول له مځکې راايستل کيږې او پر خپل سر پلورل کيږې ،داچې معدني قيمتي ډبرې هره ورځ له پنجشير نه نيولې بياتر بدخشان ،سمنگان ،لوگر ،فارياب ،پروان او دهيواد په نورو سيمو کې دچپاولگرو لخوادپاکستان په بازاروکښې ليلاميږې هر څوک پرې خبر دۍ، ولي دولتي چارواکي په يوه او بله بهانه ځانونه تيروې او ځانته دنجات لار لټوې . 2/ دپکتيا پکتيکا خوست دننگرهار دمربوطاتو ،کنړ او نورستان ځنگلونه دمحلې قوماندانانو لخوا ورېبل شوه او لرگې ېې په پاکستان دا زموږ تاريخي دښمن هيواد کښي پلورل کيږي ،دهيوادشمال غربې سيمو کښي د پيستو ځنگلونه وريبل شوه ،زه هغه وخت نه يادوم کوم چې دښاغلې استاد ربانې دټولواکۍ په دوران کښي دپاکستان په هڅونه ددغه تنظيم مربوطو قوماندانانو لخوا دپيستو ددرختو ريښې پاکستان ته يووړل شوې . دلوستونکو دزياتو معلوماتو لپاره بايد عرض کړم ،پاکستان خو زموږ دهيواد ويرانۍ ته مزبوطه ملاتړې وه او ده ، په هغه وخت کښي چې ښاغلۍ استاد رباني داقتدار پر گدۍ ناستود پاکستان دولت داستخباراتوپوسيله په ظاهر دتجارانو په بڼه دافغانانو په منځ کښي تبليغ شروع کړ چې دپيستې ددرختو ريښې رانيسو او زيات ارزښت لري ځکه نو دغو ښاغلو قوماندان صاحبانو دتراکتورونو په وسيله تر کومه ځايه چې يې توان و دپيستې درختې چپه او ريښې يې پاکستان ته يووړې او پر هغوي يې وپلورلې . زموږ داوبولگولو سيستم لکه څنگه چې خراب او ويجاړوو پر هغه حال پاته دۍ ،يو وړوکۍ بند هم ندۍ جوړ شوۍ ،او نه کومه ټوټه مځکه تر اوبو لاندې شوې ده . هغه بندونه چې پخوا جوړشوې وه دخپل سرنويشت انتظار باسې . همدا اوس په زرهاوو جريبه دولتې مځکه شته ددې پر ځاي چې بې مځکوخلکو ته ووېشل شې دقوماندانانو او محلې زورواکانو لخوا کرل کيږي او حاصيلات يې دهغوي گداموته ليږل کيږي . 4 / پدغو پنځو کلو کې ټولنيزي مرستې ،د ښارواوسېدونکوته دحد اقل پاکو اوبو رسول ، دبيوزلو لاس نيوۍ ،دجگړې دمعلولينو او شهيدانو ديتيمانو او کونډوسره مرسته اويا هغوي ته دکار او نورمال ژوند امکانات برابرول ،دښځو او ماشومانو پر حقوقو بربنډ تيرۍ ،ماشومې انجونې په زور واده کول ،دفقر او غريبۍ پر ضد مبارزه ،په دولتي اداروکښي درشوت درواج ،ملي شتمنيو باندې خيټه اچول ،په ولاياتو او ولسواليو کښي وبې وسلو خلکو سره ډول ډول ظلمونو دقومې ژبنې او مذهبي اختلاف اچونکو پر ضد وړ او پر ځاي اقدامات او داسي نورې په سلهاوو ددولتي ادارو ملي او وطنې دندي چې بايد تر سره شوي واي متاسفانه تر سره نشوې . دټولو افغانانو دمکررو غوښتنو سره دمرکزي احصايې اداره ونشوه توانيدلاي چي سرشميرنه تر سره کړې او دهيواد دنفوسو شمير معلوم کړي ددې کار لپاره ناسنجول شوي گامونه پورته شول بيځايه پيسي ولگېدې ولي گټه يې معلومه نشول ،که بل هر وخت دولت غواړي سر شميرنه وکړي هر څه له سره بايد شروع شي ،پدې هم هر څوک پوهيږي چې بيله سر شميرنې څخه نه دهيواد داقتصادې پر مختگ لپاره دقيق پلان سنجول کيداي شي او نه دبهرنيو هيوادو مرستي عادلانه ويشل کيداي شي اونه هم دغه ستونځې چې په هيوادکښي دقومونو او ژبو په اړوندراپيداشويدي حل کيداي شي ،ددغو بيځايه او بې فايدې پيسو دلگوونکو نه هيچا پوښتنه ونکړه .دپارلمان دکار تر شروع څو ورځي مخکښي يوه مسخره حساب ورکونه چي هر چارواکۍ بايد خلکو ته حساب ورکړې دراډيو او تلوېزيون له لاري پيل شو ،پدغه کار سره ممکن دولسمشر هدف داو چې خپلو وزيرانو ته نجات ورکړې ،څرنگه چې داحساب ورکول په حقيقت کښي دژورنالست سره د20دقيقو لپاره د مرکو بڼه درلوده ځکه دټول ولس دخندا وړ وگرځېده . 5 / دسوداگرۍ سيستم پدغو پنځوکالو کښي داسي يو ځانگړۍ نظم جوړ کړې چې له يوي خواددولت په حساب گټه تر لاسه شې او له بلې خوا دبهرنيو هيوادو دتوليداتو په مقابل کښي دخپل هيواد دمحصولاتو څخه ملاتړ وشې . دافغانستان دصنعتي محصولاتو چې ډير يې لاسې دې او زراعتي حاصيلاتو لپاره چي تازه ميوي دي تر اوسه يې په بهر کښي دخرڅلاو بازار پيدانشو کړاي ، پدې هکله باغوانانو او بزگرانو زيات شکايتونه وکړ مگر چا کوم وړ اقدام ونکړ ؛دا سوال پر ځاي پيداکيږې چې پدغه حالت کښي څنگه کيداي شې دبزگرانونه توقع وشي چې هغه دې کوکنار نه کرې ؟؟؟ دازادبازار تر نامه لاندي هر افغان چې په هيواد کښې پانگه اچونه کوې اوغواړي يو شۍ توليد کړې په مقابل کښي ددولتې چارواکو په مرسته دبډو دتر لاسه کولو په بدل کښي ورته(يوډول) توکې له بهر نه را واريدېږې او په ټيټ قيمت بازار ته عرضه کيږي ،طبعي خبره ده چې په لومړي گام کښي په افغانستان کې توليد شوۍ توکۍ نشي کولاي له بهرنی يو توکو سره سيالي وکړې ،په هيرات کښي دبوټواو بخارديگونو د جوړولو دوړوکو فابريکو دخاوندانو چيغې تر اسمانه پورته شوې خو دچارواکو غوږوته ونه رسېدې ،او نه هم دبهرنيو توليداتوپه مقابل کې هغوي حمايه شول . دهيوادپه لويو ښارو کښي نجاران،خياطان،حلبې سازان ،ميسگران ،بوټ سازان اونور کسبه کاران ددولت دپرانيستو دروازو قربانيان شول .پداسي حال کښي چې دولت مکلفيت لري ملي پانگوال وهڅوي تر څو دلويو او وړو فابريکو په واريدولو سره دملي دوليداتو په څنگ کښي خصوصې توليدات پياوړي کړې ،ملي سوداگر ،او پانگوال دبهرنيو پانگوالو او سوداگرو په مقابل کښي حمايه کړې دولتي تبليغاتي وسايل دملي او افغاني خصوصي توليداتو لپاره تبليغ وکړي ،له پورته نه تر کښته افغانان وهڅول شې دملي توليداتو له محصولاتو نه استفاده وکړې . دهندوستان تر خپلواکۍ وروسته بيا تر نن پورې دبهرنيو توکو په مقابل کښي دهندوستان دحکومت لخوا په هندوستان کښي دتوليدشوو توکو داستعمال او له هغو څخه دحمايي دسياست له تجريبو څخه کيداي شې افغاني چارواکې هم دملي صنايعو دانکشاف او حمايي په خاطر استفاده وکړې . له هغه وخته چې دغاليو او کمبلو داوبدلو کاروبار شروع شويدۍ په سيمه کښي افغانستان لومړې ځاي درلود،دهزارجات او نوروسيمو کمبلې او دهيواددشمالي ولاياتو غالۍ او دقره قل دپوستکو څخه جوړسوې توکې ، په غزنې اوکابل کښې جوړ شوې پوستينان او پو ستينچې ،دهرات وريښمين دستمالونه اونور دټولي نړۍ په بازاروکښي دلوړ ارزښت لرونکې دې . که څوکلن جنگ افغانان دخپل ټاټوبي پريښودلو ته مجبور کړه او داانسانې سرشاره استعدادونه هم مهاجر شول ،هغوي مجبور شوه هلته دخپلې کورنۍ داقتصادې ستونځو دحل په منظور دبل چانوکران شي او بل چاته کار وکړې ، له بده مرغه دافغان په کور کښي دبل شوې اور له برکته پاکستان او ايران ډير څه تر لاسه کړه ،چې له برکته يې پاکستان اتمې قدرت شو او ايران اوس دامريکا په گډون هر هغه چاته چې ايران ته کاږه وگورې غاښ چيچې اوغواړي دډغرووهلو ډگر ته ور ودانگې ،دغالۍ ابدونکوافغانانودخولې تويولو په برکت هر ه مياشت دپيښورپه مربوطاتوکښي داټک ښارگوټې نه چې د50 نه تر 60 دغالۍ اوبدلو فابريکې فعاليت کوي تر 12000متره مربع غالۍ داروپا بازاروته دپاکستاني غاليو په نامه ليږې ؛ دا بايد هر چاته څرگنده وې چې دپاکستان په تاريخ کې هلته لاسې غالۍ ندې اوبدل شوې . دسوداگرۍ ،کانواو صنايع وزارت ددې پر ځاي چې تر هر څه دمخه يې بايد له پاکستان او ايران څخه دخاصو او ځانگړو امتيازاتوپه ورکولو سره داطلايي لاسونه او له استعداده ډک مغذونه وطن ته راستانه کړې واي هغوي تر اوسه هلته دتوهين او غربت په حالت کې شپې اوورځې تيروې ؛ که له چارواکو پوښتنه وشې چې ولې دوي تر اوسه هلته پراته دې ډير ساده او دخندا وړځواب وايي موږ ورته ويلې چي اوس په وطن کې خيريت دۍ کولاي شي دوباره وطن ته راشۍ . مگر په حقيقت کې دا ټول درواغ او دخلکو غولول دې نه په وطن کې خيريت دۍ اونه هم دوي دومره مالې امکانات لري چې کډه راپه شاکړې اودلته راشي ،که راشې چيري او کوم ځاي ته ولاړ شي ،چيرې واوسيږې او څه وخورې ،دولت ددغو خلکو لپاره چې ملي سرمايه ده کوم ځانگړۍ پلان لري ؟ او څه ډول مرستې له دوي سره کيږې ؟ . متاسفانه دچارواکو دايوه خبره زده ده وطن ته راشۍ خيريت دۍ .  دلته مې هغه څه موده پخوا د2005زکال دجنوري دمياشتي په 28 نيټه په هالنډ کښي د((افغاني کډوال دراتلونکي په لور)) په کنفرانس کښي چې زه هم هلته بلل شوۍ وم دهالنډ دپارلمان ديوې وکلې ميرمن فراه کريمي دوينا يوه جمله راپياد شول هغي وويل : (( زه افغانستان ته تللې وم هلته مې ښاغلۍ کرزۍ له نږدې وليد دارگ څلورخواوي مي هم وليدې .... بايد ووايم کله چې ښاغلۍ کرزۍ نشي کولاي دځان امنيت وساتې څنگه کيداي شي دهغو امنيت دي وساتي کوم چي دوباره يې وطن ته غواړې . . . )) . پداډول شرايطوکې دهغوکسانو په اړوند چې وطن ته راگرځېدل يې په شکل داشکالو دهيواد په گټه دۍ دولتي چارواکي ځانگړي امکانات او دژوند دښوشرايط په برابرولو ملي مکلفيت لري .  6 / مالي سيستم په ويجاړ حالت کښي قرار لرې هره ورځ دپه سلهاوو زرو ډالروپه خرڅلاو د اسعارو په مقابل کښي دافغانۍ ارزښت په مصنوعي بڼه ساتل کيږې ، ددې لپاره چې افغانۍ له دغه بهران څخه خلاصه شې اساسي چاره يې هيڅوک نکوې . ماليات خو اول شته نه اوکه چېرې دصادراتو او واريداتو څخه دکوم ناخبره سوداگر او يا هغه چا څخه چي مال پر بله لار نشي وړاي او راوړاي کومه اندازه ماليات تر لاسه کيږي .لومړۍ خو اندازه يې دددولتي کارمندانو لخوا دبډو اخيستلو په مقابل کښي کميږې اوبله لاداچې دفدرالې سيستم داصولو په اساس دولايت چارواکې خپله برخه ځينې جلاکوې او پاته يې که زړه وغوښتل مرکز ته راليږي اوکه نه بيا نو دعوي وې . ددولتي مالي لگښت مرکزې سيستم اوپر هغه کنترول شکلې بڼه لرې ، دا لامل دۍ چې پدغو پنځو کالو کښي دولت ونشوتوانيدلاي چې حتا دملکې مامورينو معاش ددولتي عايداتو څخه ورکړې . ډير څيړونکې پدې فکر دي چې دمالياتو ټولول او له فساد سره جدي مبارزه به افغان چارواکو ته د استدلال لپاره هغه منطق ورکړي چې د نړيوالو مرستو لا ډيره برخه پرې خپله کړي . 7 / جالبه داده يو شمير کسان چې دغوښن واک څښتنان دې کولاي شې له دولت نه مځګي رانيسي او يايي غصب کړې،هلته کورونه جوړ وي او په ښه گټه يې خرڅوې ،رښتياخو داده چې دهمدې لاري ځانگړې خلک ميليارډران شول ،ولې ددولت په چوکاټ کښي دښار او کورجوړولو محترم وزارت او يا دکليو دپراختيا وزارت بياددې په عوض چې داکارونه تر سره کړې او له دغې لاري دولتي بودجې ته گټه ورسوې ، هغه دښونځۍ تعمير چې دښوونې او روزنې وزارت ورته ضرورت لرې او هغه بايد ددولتي کمپنې او يا شخصي کمپنۍ پواسطه جوړ کړې ،هره ورځ يې دجوړيدو راپورونه ورکوې . که په کابل کښي دځينو کسانو لخوالوړ منزله مارکيټونه ،هوټلونه اوبلډنگونه جوړيداي شي ،د دولت اړونده اداري ولې داکار نشې کولاي ؟ ددې پر ځاي چې دولت بايد عايداتې منابع ولري اودکار زيات ځايونه پيدا کړئ پدې ورستيو کښي غواړې هغه کوچنۍ فابريکې چې پخوا ددولت لخوا جوړي شوې وې پدې نامه چې دولت نشي کولاي هغه پر پښو ودروې او کارونه يې سمبال کړې غواړې پر اشخاصو خرڅې کړې ،ددغه ناشنجول شوي کړنې پايله به په دغو شرکتونو کې د رپورټونوله مخي 25000 کسان کار نکوله جملې څخه به ډير کسان کار له لاسه ورکړي ،خو د ماليې وزارت وايي د دغو بې روزګارو کسانو لپاره پلان لري او هيله کوي چې ځينو ته يې تر دوو کالو پورې بشپړ معاش ورکړي او په عين حال کې يې وروزي چې نوی مسلک زده کړي . درنو لوستونکو دا کاملا له بهرنيو سرمايداري هيوادو څخه رانقل شوې هغه طريقه ده چې سرمايداران دخپلو گټو لپاره يا فابريکه تړې او يا يې بل هيواد ته چې هلته يې ډيره گټه وې ليږدوې بيانو دولت مجبور دۍ چې هغوي دبلې ريشتې يا مسلک وزده کولو ته وهڅوې . دا دسرمايدارې ټولنې دورستيو مراحلو تجربه په هغه هيواد کښې چې داقتصادې پر مختگ دفيډالې او ماقبل فيوډالې مناسباتو سره لاساوگريوان وي په کوم دليل کيداي شي عادلانه اوپر ځاي وي؟ زه دخصوصي پانگې اچونې مخالف نه يم ولې زموږ دهيواد په دغو ستونځمنو شرايطو کښي دامريکا او ياکوم اروپايي هيواد دسرمايه گذاريو اکټونه موږ نور هم له خاورو سره خاورې کوې ،اوپدغه شکل دهيواد اقتصادې پر مختگ ناشونۍ کارد ۍ .  دحيرانتيا وړ خبره خولاداده چې پدغه پنځو کلونوکې له ولسمشره تر وزيره يوه هم پخپلو خبروکښي دصنعتي پرمختگ اوکرهڼيزو چارو دميکانيزه کولو يوه کليمه پر خوله نده راوړې . ايا داددې معني نلري چې دا اوسنۍ چارواکې په اوبو کښي لوټه ايږدې او پر تيريږي ؟ همدا دليل دۍ چې دملي کدرونو روزلوته هيڅ ډول پاملرنه نه کيږې ،اونه هم يوه فابريکه جوړه شوېده . ډيره جالبه ده پدې شپو او ورځو کښې يوه انجو دعربې هيوادو لپاره دلته ځوان کارپوهان او يا کسبگر لټوې چې هرو مرو به هلته د خټکاريوپه دنده گمارل کيږي ،ځکه عرب افغان انجېنېر او دلوړ تحصيلاتو خاوند ته بل کار نه ورکوې . زموږ دولتي اړونده وزارت په زياته خوښي هر ورځ دامسله ريکلاموې ،اوداسي دليل راوړي چې دوې هلته ولاړ شي مزدوري وکړي پيسې به خپلو کوروته راليږې دابه يوه لويه مرسته وي .مگر ددغو ښاغلو څخه که پوښتنه وشې په نړۍ کښي داسې يو هيواد درته معلوم دۍ چې دمزدورۍ په پيسودې پرمختگ کړۍ وې په يقين چوپ به پاته شي . بهر ته دکارگرانو ليږل هغه وخت مؤجه او پرځاي دې چې زموږ په هيواد کې دکاردځاي دپيداکولو هيڅ امکانات نه وې . دوي له يوې خوا وايي هر څه جنگ وران کړې دې موږ يې له صفره شروع کوو اوله بلي خوا ځوانان دکار لپاره بهر عربي ملکونوته دشيخانو داستثمار لپاره لېږې . څنگه له دغه څرگند حقيقت څخه سترگې پټوې چې تر ((60)) زره زيات پاکستاني ،ايراني ، ترکې ،اوهندي کارگران په افغانستان کې کارکوي ددغو هيوادو کمپنۍ نه يوازي داچي په ټول هيواد کښي يي تعميراتې کارونه پخپل لاس کښي نيولي اوچارواکوته دبډي په ورکولو بل څوک دقراردادحق نلري او له ځانوسره خپل وزگار کاگران هم راولې ،چې زيات شميريې دکار په بغل کښي په ورانکاريو او استخباراتي چوپړ هم مشغول دې ؛ ولې متاسفانه چارواکي دبيکارانو دشمير دکمښت په نامه ځوانان بهر ليږې .دا چارواکې وايي دوي يعني پاکستاني ،ايراني ، تر کې او هندې کارگران ماهران دې . داډير دشرم خبره ده ،مهربانې وکړۍ تاسو هم ماهران دعربې شيخانو لپاره نه بلکي خپل هيواد ته وروزۍ اودلته يې په کار وگمارۍ . داددې بيلگه ده چې دوي نه غواړې داوطن ابادشي دلته زراعت پر مخ ولاړ شي لويي او وړې فابريکې جوړي شي ،دمځکې نس وسپړل شي کانونه او معدنونه يې دهيواد دپرمختگ لپاره پکار واچول شې . همدا ددوې ددغو ماحرانه تلاښو پايله ده چې په هيوادکې سوله نه راځې . په لنډه توگه ويلاي شم په هغو برخو کښي چې بايد ډير ژر عملې کارونه تر سره شوې واي او خلکو يې ثمر لمس کړئ واي متاسفانه هيڅ کوم گټور کار تر سره نشو . د(( ډاياگ)) پروگرام له نن څخه پنځه مېاشتې وړاندې پېل شو او موخه ېې د ډي ډي آر يا بې وسلى کولو او ملکي کولو دلړئ دوام دۍ چې له مخې ېې دچارواکو په وينا(( 63000 )) وسله وال کسان بې وسلې شوې او ملکې ژوند يې پيل کړيدۍ . دلندن په کنفرانس کښي ترېکړه وشوه چې د(( ډاياگ ))پروگرام بايد په دوکالو کښي پلۍ شی او ټول وسله وال گروپونه چې تر اوسه يې په هيواد کښې شمير تر ((2000)) اوړې بې وسلې کړه شي ، ددې کار لپاره يو ځل بيا په ميليونو ډالره په پام کې نيول شوې دې .سوال دادۍ چې څنگه کيداي شې فکر وشي چې دا وسله والې ډلې پخپله خوښه وسله دولت ته تسليم کړې اوددغو بې شمارو گټوڅخه چي دهيروينو له قاچاق نه نيولې دکوکنارو کښت ،په سيمه کې هر څه دوسلې په زور تر لاسه کول ،لوټول ،دچور اوچپاول څخه دې لاس واخلې ، تر څودولت قوې امنيتي ځواک ونلرې داکار ناشونۍ معلوميږې ؟ په پنځو کلو کښي نه ملې پوځ جوړ شو او نه د ملې پوليسوليکي غښتلې شوې ،دنړيوالو دميليونو ډالرومرستو او روزنيزو کارو سره سره دچارواکو په وينا ايله دملي اردو او پوليسو نيمايي شميرپوره شوېده . لندن دپرېکړې په اساس دافگانستان حکومت ته دنده ورپغاړه شوېده چي دڅلورو کلو په اوږدوکښي (( 70)) زره کسيزملي اردو او ملي پوليسو دليکوټاکل شوي اندازه تکميله کړې ؛ دا پداسې نازکو امنيتي شرايطو کښي چې هر ورځ دهيواد امنيتي حالت خرابيږي او په اطرافو کښي ددولت واک کمزورۍ کيږې ،ترهگري ،ځانمرگې بريدونه ،دخلکو اودولت تر منځ واټن دهرې ورځي په تيرېدو سره مخ پر زياتېدو دۍ .دتيروڅلوروکلو دتجريبو څخه څرگنديږې چې ددغو دواړو پراگرامو پلې کول به يوه اندازه ستونځمن او ناشونۍ وې . دولتي چارواکې بايد دادرک کړې اوومنې چې امنيتي ناروغې کيداي شي په اقتصادي جوړوني سره تداوې شي . دلندن کنفرانس دروان کال دجنوري دمياشتي په 31 نيټه ددو ورځو لپار د(( 60 )) هيوادو دجگپوړو چارواکو په گډون جوړ شو ،په رښتيا سره دالومړۍ ځل دۍ چې ددوهمې نړيوالې جگړي وروسته ديوهيواد دستونځو دحل لپاره دنړۍ مختلف هيوادونه چې مختلفې گټي او اهداف لرې سره يوځاي کيږې اوديوه هيواد دبياجوړونې په اړونده گډه پريکړه کوې .اوس له افغانانو سره داډار دۍ چې داپه چور او چپاول کښي ماهر دولتي اپارات ، چې له افغانانو څخه نيولې بهرنيان هم غولولاي شي که بيادا امکان تر لاسه کړې اوتر دغو پيسو يې لاس ورسيږي دتيرو څلورو کلو په شکل به داځل هم هرڅه حيف او ميل شې ،او ددې کار پايله به هرومرو له افغانستان څخه دنړيوالو مخ اړونه وي ؛ افغانان به يو ځل بيا تنهاپرېږدي ، يو شميردولتي چارواکې خو بيله هغه هم له بهرنه راغلې وه که يې خوښه نشول او يا حالت خراب شو دوباره به هلته ولاړ شي له کومه ځايه چې راغلې وه ،ځکه حقيقت خو دادۍ چې يوه هم تر شا پلونه ندې نړولې ددوباره تگ لپاره يي په زيات مهارت دفرار لار ځانته پرانيستې پرې ايښېده . البته دداسي لو يي غونډي دجوړيدو دليل يي ممکن داوې چې نړيوال دافغانستان په جيوپوليتيک ارزښت پوهېدلې دې ،که داځل بيا افغانستان هير شي چې دداشان هيرېدو نښي نښانې دامريکا دمتحده ايالاتو په پوځې پاليسۍ کښي ليدل کيږې ،اوياله نظره وغور ځول شې افغانستان به دافراطي بنسټپالو تروريستې سازمانو ،دکوکنارو دکښت او هيروئنو دتوليد او سوداگرۍپه نړيوال مرکز بدل شې . اروپا بايد پدې پوهيدلي وې چې په دافغانستان کښي دامنيت راوستل او هلته دبياجوړونې او اقتصادې پر مختگ لپاره مرسته ،ددموکراسۍ دپلې کولو لپاره لاره خلاصول ، په حقيقت کښي دنړۍ دامنيت ،اوپه دغو هيوادو کښي داوسنيو مذهبي اونژادې کړکيچ دله منځه وړولپاره پر ځاي او گټوره پانگه اچونه ده . که څه هم تر اوسه نه دکوکنارو کښت کم شو او نه هم دافغان بزگر لپاره چې له همدې لارې فاميل ته ډوډۍ پيداکوي دکښت بل کوم غښتلۍ بديل پيداشوئ دۍ دابايد په ياد ولرو چې تر ((300 0000)) زيات افغان بزگر او کښته گر له دغې لار ي عايد تر لاسه کوې . دا هم دمنلو وړ نده چې په افغانستان کښې دنړۍ(( 90 )) په سلو کښي هيروئن توليديږې . په هر کچه چې دنړيوالو په سترگو کښي که دافغانستان او افغانانو اعتبار ته دکورنۍ جگړې دوام ،ترور او پدې ورستيو کښي ځان مرگې بريدونو او دالقاعدې سازمان دغړو موجوديت تاوان رسولۍ په هغه پيمانه دکوکنارو کښت دهيروېنو توليد او پټي سوداگرۍ هم زيان رسولۍ دۍ . دادۍ دلندن کنفرانس دروان کال 2006زکال دجنوري نه دفبروري تر دوهمي ورځي پوري ددو ورځولپاره داير شودکنفرانس برخه والو دپنځوکالو لپاره دافغانستان سره پداسي حال کې چې دافغانستان دولت دپنځو کلونو لپاره د((20 )) ميليارډه ډالرو غوښتنه کړې وه (( 10,5)) ميليارډه ډالرو ژمنه وکړه ، دکنفرانس گډون کوونکودا هم ومنل چې (( 50 ))په سلو کښي وعده شوې مرسته دې دافغانې دولت لخوا ولگول شي . افغان دولت به دغه پيسې دملي پرمختيايي تگلاري دپلي کولولپاره کاروي ،دامرستي به ديوه کال ،ځېنې ددريو کلونواويوه برخه به يې دپنځو کلونو لپاره وې . دافغانستان ددولت هغه پنځه کلن پلان چې تر اوسه خپله افغان له هغه نه خبرتيا نلرې دنړيوالو دقبول وړوگرځيد ،دافغانستان او نړيوالو تر منځ دافغانستان دملي پرمختگ يو معاهده چې دکمپکپ (( Afghanistan Compcp)) په نامه يادېږې لاسليک شوه پدغه سند کښي ان تر 2016 کال پوري دافغانستان سره دمرستو لر ليد ليدل کيږي . دابايد څرگنده شي پدغو مرستو کښي هغه پيسې ندې شاملي کوم چې په افغانستان کښي دامنيت دټينگښت دتروريستانو او القاعدي دسازمان دځپلو لپاره لگول کيږې ، ځکه ديوه ناتايد شوي خبر له مخي هره ورځ په افغانستان کې روانه جگړه يوازي امريکا ته په 27 مليونه ډالره تماميږې . امريکا تر اوسه په افغانستان کې 18 زره سربازان لري چې ويل کيږي په نږدې راتلونکي کښي به يې شميره تر ((16500 ))يا(( 16000 )) پورې راکښته شي ،او ناټو چي اوس(( 10000 )) سربازان لري تر(( 15000 )) پوري به يې شميره زياته شي . ددغه تړون دارزښت په هکله دانگلستان لومړي وزير توني بلير وويل : ((له يوه ناکام ه دولت څخه ديوه ديموکرات هيواد په لور دافغانستان خوځښت دده دهيواد په گټه دۍ )) بي بي سي 2006.02.02  ښاغلي کوفي عنان دملگرو ملتو دسازمان سرمنشي پخپله وينا کښي دتړون په هکله څرگنده کړه : داتړوندنړيوالې ټولنې استازي اړباسي چې په افغانستان کې پاته شياو خپلو همکاريو ته دوام ورکړي . ښاغلې کرزي دبي بي سي سره په يوه مرکه کښي څرگنده کړه : پنځه کاله وروسته به دهر سړې کلنۍ عايد 500 لوړ کړه شې . پدې کنفرانس کښي دافغانستان دتيرو کلنو دکړو وړو ارزيابي وشوه ،خو داسي نه لکه چارواکي چې يې تبليغوي ؛ هلته پر امنيتي مسايلو ،وزگارتيا دخلکو ورځنۍ اقتصادي او ټولنيزي ستونځې ، ددولت سره مخ پر ډيريدومخالفت علتونه ، دسولي دټنگښت پر خلاف دځينو دولتي کسانو لخوا هلې ځلې ،دمطبوعاتو آزادي اودژورنالستانو سره دچارواکو برخوردونه ، ځکه تر اوسه دمطبوعاتو آزادې دزوردخاوندانو او بنسټپالودقوت او ځواک تر سيوري لاندي ده دمطبوعاتواو نورومدني آزاديو مخه کيداي شي دقانون په عوض په فتوا ونيول شي ،له فساد نه دخلاصي دولتي اداري جوړښت ،اقتصادي مرستي ،دسولي ټينگښت ،دکوکنارو دکرلواو مخدره موادو دپټې سوداگرۍ او تروريزم پر ضد دمبارزي لارو چارو لټول،دبشر دحقوقو څخه دفاع ،دملي کدرونو روزنه اونورواړينو مسلو په هکله بحث وشو . دپورته ياد شوو موضوعگانو په څنگ کښي دبشر دحقوقو ،او اظايو دتأمين او په هيواد کښي ديوه اغيزمن داسي قضايي سيستم رامنځته کول کوم چې په ټول هيواد کې حاکم ،خلکو ته دمنلو وړ او دنړيوال عدلې سيستم سره په مخالفت کښې نه وې ،دهغوي په نظر تر اوسه دافغانستان قضايي سيستم غير مؤثر او بې کفايته دۍ فساد هلته هم قوې لاره پيداکړې ده .هغو په افغانستان کښي ددوي په وينا ديوه دموکراتيک نظام غوښتونکې دې ، چي اساس يې داجتماعي عدالت او دموکراتيکو پرنسيبو پر بنسټ ولاړ وي ،دوي وايي زموږ لپاره دموکراتيکه اداره اودبشري حقوقو څخه دفاع يو له اساسي او دوامدارو کولو غوښتنوڅخه ده . داڅرگنده خبر ده که دنړيوالو لخوا هر څومره زياتي مرستې په هربڼه چې وې له افغانستان سره وشې تر څو چې په افغانستان کښي سالمه ،خواخوږې او مسلکي اداره جوړه نشي ،په هر شکل او قيمت چې کيږي سوله ټينگه نشي ،دټوپکسالارو دزور کمبله پخپله دهغولخوا چې همدا اوس ورسره مرستي کوي او په دولت کښي هم دهغوي لپاره بېله استحقاقه لوړ مقامونه لټوي ټوله نشي ، په عاميانه اصطلاح دامريکا او اروپايي هيوادو لخوا هره ډله اوگروپ پر خپل ځاي کښينه نول شې ،دوسله والو ډلو دونرانوته په گوته نشي چې دافغانستان په وړاندې وخپلو بې شرمانه مداخلو ته دپاي ټکۍ کښيږدې ،اوبلاخره نور په افغانستان کښي دزبرځواکو لخوا دنړيوالو سياسي ،اقتصادي او پوځي لوړتيا غوښتنو په خاطر اوبه خړې نشي چې ماهيان پکښي ونيول شي ،او افغانستان د زبرځواکودسياليو او غچ اخيستني په مرکز دبدليدو مسله ختمه نشي ، که په زرهاوو ميليارد ه ډالره نن دکرزي دحکومت سره دمرستي په نامه سبادبل چادحکومت سره راولېږل شي پايله به يې دافغان بيگناه ولس وژنه ،زورونه او کړېدل وي . دغه ډول مرسته کوونکې هيوادونه به له بده مرغه غيرله دانسانانودمړو دجسدونه بله کومه فايده تر لاسه نکړې . افغانې متل دې وايي (( جنگ شيديار سرشيديار)) که نړيوال په رښتياسره غواړې دافغان ولس سره مرسته وکړې ، چې داپه حقيقت کي له ځان سره مرسته ده ،ځکه په افغانستان کې دبل شوې اور لمبې تر سرحدونو وتلې اونوري هم وزې ؛ لازمه ده چي نړيوال دملگرو ملتو دسازمان له لارې پر اوسنيو چارواکو په ځانگړي توگه ولسمشر هغو دلواو تنظيمو چې تر اوسه دافغانستان په سياسي ژوند کښي مطرح کيږي فشارواچوي تر څو هغه يوه سالمه اداره جوړه اودهغه دندوسرته رسول چې دلندن په کنفرانس کښي دنړيوالو سره ژمنه شوې وروسپارل شي . پر همسايه هيوادو په خاصه توگه ايران او پاکستان دملگرو ملتو دامنيت دشورا له لار ي زور راشي چې په افغانستان کې خپلې لاس وهنې بندي کړې ،تر څو چې داهيوادونه خپلې مداخلې بندې نکړې ټولې مرستې او دبيا ۍوژونې کار له خاورو سره خاورې کيږې ؛ ټول نړيوال دهغه جملې همدا(( 60 )) چې دافغانستان سره دمرستي په خاطر يې دلندن په کنفرانس کې گډون درلود او دمرستو وعده يې وکړه پدې ښه پوهيږې چې دپاکستان حکومت او پوځې استخبارات يې شپه او ورځ په افغانستان کې امنيت په خرابۍ او سياسي پوځي حالت په بې ثباتۍ مصروف دې ،ولې دامريکا اوانگلستان په گډون ټول نړيوال دپاکستان دبربنډو مداخلو په مقابل کې ستر گې پټوې او چوپ پاته کيږې ؟؟؟ هغه چې دافغانستان په حکومت پوري اړه لرې که چيري داځل بياهم دبياجوړونې کار دپخوا په ډول روان وې ،پانگه اچونه تشويق او حمايه نشي ،په توليدي او نورومؤسسو کې دزيات کار امکانات پيدانشي ،دبيکارۍ مخه ونه نيول شې،دخلکو اقتصادي بڼه ښه نشي ،قانون پلۍ نشي او داداري فساد جرړي ونه ايستل شي ،دولت خلکوته په رون حساب ورکولو مکلف نشي او سرغړونکۍ په هر مقام کښي چې وې محاکمې ته راکش نشي ،عدلې سستم اصلاح نشي ،دبشر دحقوقو درناوې او دمطبوعاتو واقعي آزادي تامين نشي ،او په دولت کې کار واهل ته دکار ونه سپارل شي که څوک غواړي يانه پايلې به يې ددولت څخه دخلکو بيلتون او ددولت دمخاليفينو دليکو غښتلتيا او پياوړتياوي .  ددې لپاره چې دولت وکولاي شې ددغو بهرنيو مرستو څخه پر ځاي گټه واخلې اړينه يې بولم چې ددولتي دستگاه دپاړسوب مخه ونيول سي ،يو شمير هغه وزارتونه چې اصلأ يې موجوديت اړين نه برېښي او يا کيداي شي ديوه لوي رياست په چوکاټ کې کارونه پر مخ بوزي لازمه ده په هغه راتلونکې کابينه کښي چې پارلمان ته درايو دتر لاسه کولو لپاره وړاندې کيږې پر ځاي مثبت تغيرات راشي . زه زموږ دهيواد دټولو اړخونواو دولتي دندو په نظر کې نيولو سره لاندي وزارتونه اړين بولم ، پدغه موده کښي عيني تجربې وښودله چې دنور و وزارتونو شته والۍ داوس لپاره اړين نه برېښې :  -دکورنيو چارووزارت ،دملي دفاع وزارت ،دبهرنيوچارو وزارت ،دعدليې وزارت ،دسوداگرۍ وزارت ،دښوونې او روزني وزارت ،دلوړو او مسلکي تحصيلاتو وزارت ،دماليي وزارت ،دملکي هوايي چلند او ترانسپورټ وزارت ،داقتصاد يا دپلان وزارت ،دمخابراتو وزارت دکانو او صنايع وزارت ،دلارو اوسړکونو دجوړولو (فوايدعامې وزارت ) ،دښاراو کليو دجوړولووزارت ،دکرهڼي او مالدارۍ وزارت ،داطلاعاتو او کلتور وزارت ، دروغتيا وزارت ،دمهاجرينو وزارت ،دانزژې وزارت . کيداي شي چې د دکليو او پراختيا وزارت دښاراو کليو دجوړولو په وزارت کښې مدغم شې ،دحج او اوقافو ، دښځو دچارو ، دمعيوبينواو معلولينو وزارتونه دې و لوي رياست ته راټيټ شي . دقومونو او قبايلو وزارت دي دقبايلو دمستقل رياست په نامه ونومول سي . دمخدره موادو سره دمبارزي وزارت دوې دندې لرلې چې يوه دنشه يې توکودکرلو مخ نيوۍ ؤ چې داکار دکرهڼې او مالدارۍ دوزارت دنده ده او بل دمخدره موادو دپټي دسوداگرۍ پر خلاف مبارزه چې دا دنده بايد دکورنيو چارو وزارت او سرحدې قواوې تر سره کړې . دهوايي چلند له وزارته بايد دتوريزم برخه داطلاعاتو اوکلتور په وزارت پورې مربوطه شې . پدې هيله چې دهيواد هر جگپوړې او ټيټ پوړۍ مسؤل کس دانساني عاطيفي او وجدان دقضاوت او محکمې نه دبرأت اخيستلو پر بنياد خپلې ورسپارل شوي دندي تر سره کړې ؛ولسمشر لږ وعدې ورکړې او ډير څه سرته ورسوې ترڅو وکولاي شې داهره ورځ دلاسه وتونکۍ اعتماد دوباره ترلاسه کړې .   ", له بن نه تر لندنه ( دوهمه برخه ) 1481,د پروفيسوركابلي والا ليکنه _ هندوستان," پروفيسر کابلي والا - هندوستان امريكا : خندنۍ موسكا ، خونړۍ امسا؟ لمړۍ برخه ،  دوهمه برخه ، درېيمه برخه ، څلورمه برخه ، پنځمه برخه ، شپږمه برخه ، اوومه برخه ، اتمه برخه ،  ",خندنۍ موسكا ، خونړۍ امسا !؟ ( دوهمه برخه ) 1482,ډکتر ماخان(ميږى) شينوارى," ډکتر ماخان(ميږى) شينوارى د ٢٠٠٦ ز  د فبروري ١٦ - م   د افغانستان جمهورريس ټاکنو کې ما  شونې ونډه واخستله او خپل غږ مې ولس مشر کرزي ته ورکړ۰ که نن هم بيا ټاکنى وشي، نو که داسې کانديدان وي، زه به بيا هم ولس مشر کرزي ته خپل غږ ورکړم۰   په دې اخرو ورځو کې د ماليې وزارت څخه يو خبر خور شو، چى د افغانستان د کلنۍ بوديجې څخه يو په درې ډالر په کار لږيدلى او يا که هرڅه۰۰۰۰ او دا نور ډالر  له مصرف څخه پاتې شوي، چى دا پاتې ډالر اته سوه ميليونه دي۰ ګران هيوادوال دې دا ګڼ(عدد) بيا پام ته راولي۰ اته سوه ميليونه ډالره او له بوديجې څخه څلورسوه ميليونه په کار لږيدلي۰ بيا وايم، چې پاتې اته سوه ميليونه ډالره۰   ما چې دا خبر واوريد، نو زيات مى ماغذه خراب شو او خواشيني لا تراوسه راسره ده، چى ګوندې دا پيسې زما له جبه چا را څخه غلا کړې وي۰ ريښتيا، چى دا همدومره زور لري، ځکه چې زه د خپلى کورنۍ سره څه مرسته نه شم کولى او دې نړيوالى مرستې ته سړى خوښ وي، ګورو  چې زياته هم ده، چى حتى وزيران يې له ډيري نه شي کتى۰ که چيرې دا ډالره په افغانانو ويشل شوي وى نو ريښتيا، چى زما د کورنى، چې له سلو تنو څخه زيات دي د هغوي به هم زياته برخه ډالر په برخه شوي واي، دا خورا ډيرې پيسى دى او زه يى دومره خپه کړى يم۰ که دا پيسې کوم افغان غلا کړې وى او لکه چى دا کار زيات شوى هم دۍ، خو کم له کمه به يې هغه افغانستان کى څه په کړي وى، چى بيا به هم د افغانانو ناسيده په کار راغلى وى، دا له هغې هم بده ده دا د هيڅ افغان په ګټه ونه خوړلى شوي، دا لکه زموږ لپاره چى سين ته ګوزارې شي۰ وايې چى هغه او هغه او ۰۰۰ غلا وګړه او په ميليونو ډالر يې پټ کړل۰ غلا ډير بد کار دۍ، خو دا د غلا پيسى لکه د مخه مو چى ګوته ورته ونيوله ناسيده يا غير مستقيم خو به د افغانانو په کار راشي، دا خو لاړې، چى لاړې۰   هغه څوک چې غلا وکړي او پرې ګير شي ، نو سزا ورته ورکول کيږي اودا پيسى، چى زموږ خورا محترمو اود قدر وړ او له ځانه تيرو وزيرانو، چى له دباندې څخه تللي،  په هيواد کى ناست او خپل سرونه يې په لاس کى نيولي او دا کار د هغه غلا څخه – که دلته اخلاقى اړخ ته پام ونه کړو – هم زيات بد دۍ، لکه ګوته مى ورته ونيوله۰ دوي خو لا تراوسه ناست دي او نور څه مى له راډيو او څه څخه وانه وريدل۰ چى ګوندې دوي به د يوې سختى محاکمى لاندى وي ، که د مرګ جزا نه وي، خو کم له کمه به په هغۀ عمري بند محکوم شي، چى جنايت يې زيات  دۍ او د افغانستان خلک يې لا نور غريب کړله او هغه د نورو مرسته يې ورڅخه واخستله او که غواړۍ سيند ته يې واچوله۰ خو په هرحال ما خپل د جمهوري اتخاباتو غږ په ولس مشر کرځى کړى او هغه باندى، چى دومره ولس د جمهورريس غږ کړى نو د دې پوښتنه او پسى مل خو به کم له کمه د يو څو لسو کالو سزا راتلونکى وي۰ دا ځکه وايم، چى ماته خو يې ډير زور راکړى او په دې باور لرم، چى ولس مشر کرځى به له ما څخه زيات ورته په قهر وي، ځکه چى د ولس مشر کرځى خو مسئوليت هم په غاړه دۍ او دا خلک خو بيا  ده  په خوښه  وزيران کړي، نو دى به يې ځکه زيات جزايى کړي، چى د ملت حق يې ورک کړىاو د ده خو ېې اعتماد هم له منځه وړى۰ هغه کوم څوک، چى دلته المان کې د سوال يا بيکارۍ پيسو باندې ژوند کړي- که کله راڅخه څوک لس يورو  کمې کړي، نو په اونى کى که لږ مبالغه ورسره وي، نو اته ځله  خو هغه د  سوال پيسو ځاي ته ورځو او که دا  د اوسني حکومت خلک وي، هغوي به هم کم له کمه همدومره منډي وکړي، خودا پوښتنه بايد وکړو، چې دا ولى؟   دوي ولې د ملت پيسې، چې نړيوالو د افغانستان ولس  سره د مرستې لپاره ورکولې، ولى په دې خورا زياته ناروا بې غورۍ د افغانستان د خلکو له لاسه وويستلې؟   زه که هرڅومره سوچ ووهم، ځواب يې ماته ستونځمن دۍ، چې دې وزيرانو به ولى داسې ستر انديښمن کار کړى وي۰ زه به داسې فکر وکړم،  او به وايم، چى دا خلک خودکار لپاره ولس مشر کرځي هم نه وو وزيران کړي، دوي - که هرڅومره څوک ووايى - بيا هم د مصالحى او که د جوړ جاړي وزيران وو، چي څه ستا او څه زما، ستا خوله هم بنده او زما هم۰ ستا اوزما شيان دى ژوندي وي او ملت  ددوي په نظر چي بى له دې بى انده دۍ، زوريدلى دي، نو په وزيرانو به څه وکړي۰   دا چى دا نور راته تريوې اندازىد دوي په نظر روغه ساتي، په همدې هم د افغانستان خلک پوره  بايد خوښ وي۰ د دې پخوانيو مشرانو احترام خو بيا هم يوڅه دي، که کوم يوه کومې پيسى په نورو هيوادونو کى ځاي په ځاي کړي وي، هغه خو يواځي پيسى دي، له قدرته څخه څوک بايد تيريدنى ته اړ نه ايستلى شي، دا خو يې د ټوپک په زور ګټلى او د ټوپک په زور يې ساتې۰ دا حکومت به بيا بى له دې وزيرانو د چا وي؟   دوي او دوي ورپورې اړونده د زور خاوندانو کله د ولس غم خوړلى، بى له دې، چې سر او مال يې ترې اخستى۰ دوي ازمائيل شوي، دا يې کار دۍ اودا کومه پټه خبره هم نه ده او نه وه۰   د افغانستان ولس ډير غريب او بيچاره ولس دۍ، دوي دې همدې ته خوښ وي، چې ژوندي دي او بس۰   لږ به بيا دې پيسو ته ګوته ونيسم، چى دا به نو په څه کار راغلى وى؟   په دې پيسو د افغانستان هرګوټ ته بريښنا تيريدلى شوه۰ دا د افغانستان د يوه کال بوديجه ده، چى دا يوکال له ښوونې او روزنى نيولى تر پوليسو ، قاضيانو۰۰۰۰ ټولو لپاره بسيا کوله۰ وايې ، چى په افغانستان کې ١٥٠ زره ښوونکى کم دې، په دې پيسو همدومره ښوونکى په يوه کال کې تربيه کيدل او ښه تربيه کيدل، چې هغۀ لومړنى اړتياوې يې پوره کولى شوې او نورو لګيدنو لپاره هم ترېزياتي دې۰ زه به څه ستاسې زړه خورم، خو دا خورا زياتې پيسى وي، چى دې ظالمانو ترې د اسغانستان ولس محروم کړ۰   د ډيرې بي وسۍ به ووايم، چى د ملت غم خو څوک نه خوري، چى دوي سره پوه شي، خو خداى(ج) دې ورسره پوه شي يانې دوي او خداى(ج)۰       ما که په دې ناهيلۍ کى اشتباه کړي وي، نو بخښنه غواړم ،ځکه ، چى په دومره دې ا ولس نماينده ګانو کى خو به يو داسى پيداشي وى، چى د ولس داسې لږ غوندې غم ورسره وى – که څه هم ما بيا وروسته له دې خبرې څه نه دي اوريدلى- چې راپورته شي او نړى  په خپلو چغو خبره کړي او دا ناروا   ورته په ګوته کړي، چى دا وزيران د ولس زور ته وسپاري، نه هغى زور ته چى بيرته يې د دې يا هغې په زور په بنسټ خپلو ميلو ته خوشې کړي، دا بايد يوى نړيوالې محاکمه کې محاکمه شي۰   ډير محترم  ولس کرځى تاسو د ولس ټاکل شوى ولس مشر ياست، دا ولس د لوي څښتن څخه وروسته تاسو ته هيله مند دي۰ دې خلکو  يانې دېوزيرانوستاسو بي اعتباري خپله کړې، دا که هرڅنګه هم وي تاسو په دې چوکيو ګومارلي، دا چى دومره بې غوره وي، نو دا د ولس محاکمى ته وسپارۍ، نړۍ په خبره کړۍ او وښايې، چې تاسو داسى ناوړه کارونو  باندې ګير وزيران نه دا چى په کار نه لرۍ بلکه په هغه کړې ګوناه يې د حق منګولو ته سپارۍ۰   ",ترڅو ناخوالې، چاته د زړه خوراک او له چانه څه غوښتنه؟ 1483, احسان," ښاغلی پوهنوال محمد رسول باوري په ١٣٣٦ لمريز کال (١٩٥٧ زېږديز کال ) د روزګان ولايت د دهراوت په ولسوالۍ کي زيږيدلی ۱۷ فبروري ۲۰۰۶ ښاغلی پوهنوال محمد رسول باوري په ١٣٣٦ لمريز کال (١٩٥٧زېږديز کال ) د روزګان ولايت په  دهراوت ولسوالي کي زيږيدلی، په ١٣٥٢ لمريز کال د تيرينکوټ د سيدالخان ليسې څخه فارغ او د ١٣٥٤لمريزکال د کانکور ازمويني وروسته د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځی د تاريخ څانګي ته شامل شو ، په ١٣٥٨ لمريز کال يې دکابل پوهنتون د ليسانس دپلوم تر لاسه کړ. د همدې کال د کب په مياشت کي يې  د کابل پوهنتون د علمي کادر لپاره په ازموينه کي برخه واخستل خو لا نتيجه څرګنده نه وه چي په ١٣٥٩ لمريز کال د غوايي په مياشت کي د مکلفيت چوپړ شپږ مياشتنۍ دورې ته وليږل شو ، دښاغلي باوري په وينا د چوپړ دا دوره هر شپږ مياشتي وروسته جبراْ شپږ مياشتي نوره اوږدېدله او د اتلسو مياشتو وروسته په ١٣٦٠ لمريز کال د ليندۍ په مياشت کي  يې د مکلفيت د چوپړ څخه د فراغت پاڼه تر لاسه کړه  . د همدې کال د مرغومي په مياشت کي يې د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو پوهنځی د لرغونپوهني ډيپارتمنت د علمي غړي په توګه دنده پيل کړه . ښاغلي باوري د خپلي دندي تر څنګ  د ١٣٦٥ څخه تر١٣٦٧ لمريز کال د ماسټرۍ پروګرام بشپړ کړ او د کابل پوهنتون څخه يې د ماسټرۍ يا  .ام . اې . دپلوم تر لاسه کړ. ښاغلي  رسول باوري د ١٣٦٠ لمريز کاله څخه تر ١٣٧٧ لمريز کاله پوري يې بېله ځنډه دکابل پوهنتون اجتماعي علومو پوهنځی د لرغونپوهني په ډيپارټمنت کي د استاد په توګه دنده تر سره کړېده . استاد رسول باوري د کابل پوهنتون د کړنلارو( لوايح ) سره سم د پوهيالي کانديد رتبې څخه بيا تر پوهنوالۍ  پوري علمي رتبې يو په بل پسې ترلاسه کړيدي ، او په دې ترڅ کي يې تر شل عنوانه زيات علمي او تحقيقي کتابونه ليکلي چي له هغو څخه پنځلس عنوانه کتابونه د کابل پوهنتون ، علومو اکاډمۍ او يوشمير بهرنيو علمي موسيسوله خوا  چاپ او خپاره شويدي .   چاپ شوي اثار : ١ _ د روښانيانو غورځنګ  ( مونوګراف  چي وروسته خپور شو ) ١٣٥٨ .",پوهنوال محمد رسول باوري 1484,حقمل," د قندهار د ميوند ولسوالى په اړوند سيمه کې د لارې د ساتنې پر پوليسو ددولت د مخالفو جنګياليو له خوا بريد شوى دى ، چې ٢ تنه پوليس مړه او ٢ نور ټپيان شوي دي .همداشان د هلمند د ګرشک ولسوالى کې د ملى اردو سرتيرو د موټر په وړاندې يوه بمى چاودنه شوې ده چې له امله يې ٤ دولتى عسکر ټپيان شوي دي .موټر هم يجاړ شوى دى . د دواړو پېښو په اړوند چارواکو څوک نه دي نيولي . ",په قندهار او هلمند کې مرګ او ژوبله 1485,," په هغه جګړه کې چې ددولتى ځواکونواوطالب جنگياليو ترمينځ د زابل ولايت د نورک په سيمه کې رامينځ ته شوه د ملا عبدارحيم په نامه يوطالب جنګيالى دولتى ځواکونو نيولى دى د زابل امنيتي چاراکو ويلي چې نيول شوى کس د يوې ډلې مشر دى او پر جګړه کې تپي شوي دي . دوى وايي نور ٢٠ تنه طالب جنګيالي چې د کابل - قندهار دلويې لار په اوږدو کې يې د مسافرينو ځورنه کوله په تيښته بريالي شوي دي. ",افغان چارواکو يو طالب جنګيالۍ نيولى دى . 1486,حقمل," د پکتيکا ولايت يو شمير اوسيدونکي په کابل کې د ملى شورا ودانۍ مخې ته راټول شوي وو او د پکتيکا ولايت د والي او امنيه قوماندان د ګوښه کيدو ټينګه غوښتنه يې کوله .دوى په يو اواز دا ويل چې دغه کسان د خلکو غوښتنې نه منى او په زوره د شپې له خوا د خلکو کورونه تلاشي کوي . دوى د دغو دوو تنو دکړنو څخه سر ټکاوه او دايې ويل ، ترڅو چې دولت دغه کسان له ولايت څخه لرې نه کړي خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي. په ولسي جرګه کې د پکتيکا دوو تنو استازو دغه کسان ذغم ته راوبلل . د پکتيکا اوسيدونکو دا هم په ډاګه کړه چې دري مياشتې وړاندې يې په دې هکله افغان ولسمشر حامد کرزي ته هم شکايت کړى وو . د پکتيکا والى دا تورونه نه مني . ",د پکتيکا والى او قوماندان دې ګوښه شي . 1487,," افغان ولس مشر حامد کرزي د پاکستان د سفر پر مهال له خبريالانو سره ددغه وړانديز مخالفت وکړ چې د افغانستان او پاکستان پر پوله دې اغزن سيم ولګول شي .اغزن سيم او پر پوله د ديوال جوړول ملتونه او ولسونه جدا کوي او د ترهګرانو مخه نه شي نيولى . کرزي دا هم وويل چې د دواړو هېوادونو ترمينځ ويزه نه غواړي ده دا هيله څرګنده کړه چې پاکستان په دې اړوند کلک اقدامات وکړي او ترهګران او ورانکاران د افغانستان خاورې ته پرې نه ژدي چې ننوزي.کرزي د دواړو هېوادونو ترمينځ د بې باورى د ختميدو هيله وښودله .کرزي چې د پاکستان د مشرانو په بلنه هغه هېواد ته د يو درى ورځني سفر په موخه تللى وو نن له غرمى وروسته خپل هېواد ته بيرته راستون شو . ",کرزي په پوله د اغزن سيم د لگولو مخالفت وکړ. 1488,حقمل," افغان ولسمشر حامد کرزي د خپل سفر پر مهال په پاکستان کې دا خبره ياده کړه چې د طالبانو مشر ملا محمد عمرهم له افغانستان سره او هم له اسلام سره ظلم کړىدى او دې دواړو ظلمونو په اوړند دې محاکمه شي . ده څرګنده کړه د ملي پخلاينې د تګ لارې له مخې څه ناڅه ١٠٠٠ کسان طالبان ل دولت سره يو ځاى شوي دي او پارلمان ته هم يو شمير د طالبانو کسان راغلي دي. له بل لوري د قندهار د علما شورا رئيس په هېواد کې د سراسري سولې د ټيګښت په موخه بيا دولت د طالبانو د مشر ملامحمد عمر او د حزب اسلامي د مشر حکمتيار سره خبرو او مذاکرې ته را وبوله .له دې نه وړاندې حکمتيار بيا په يوه خپره شوې پاڼه کې ويلي دي چې هيځ کله به دولت او بهرني ځواکونو ته تسليم نه شي . ده دا خبره هم رد کړې ده چې ګويا د حزبى اسلامى يو شمير کسان دولت ته تسليم شوي دي. ",کرزي : ملاعمر به ونه بخښل شي . 1489,حقمل," ددولتي لوړ پوړو چارواکو د نيشه يي توکو غټې پنډې په قندهار کې نيول شوي دي. پوليسو او امنيتي چارواکو داخبره د خبري رسنيود رسوايى له مخې پټه ساتلې ده او څرګنده نه ده چې د پېښې له عاملينو سره به څه ډول چلند وشي . بينواته معتبرو سرچينو وويل : دقندهار د امنيه قوماندانۍ پوليسو د پنجشنبې په ورځ د لارو د ساتنې د لوا د پوليسو په يوه موټر کې ٧ بوجى نيشه يي توکي نيولى دي . دا فعاليت تر ډير بريده د قندهار امنيه قوماندان کړى دى . د کندهار ډير ښاريان په دغه موضوع او رسوايي خبر دي . له دې نه وړاندې په دولتي لوړپوړو کړيو کې ځينو چارواکو په ډاګه کړې وه چې يو شمير دولتى لوړپوړي چارواکى د نيشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري . د کورنيو چارو پخوانى وزير هم په دې اړوند څو ځلې څرګندونې درلودې . ",ددولتي چارواکو د نيشه يي توکو غټې پنډې نيول شوې 1490,حقمل," د بلخ ولايتى شورا غړۍ امير محمد ضيايى د شولګرې په ولسوالى کې په خپل کورکې له يو بمي بريد څخه روغ رمټ و تلى دى . ده ويلي چې د خوب خونې ته يې ناپيږانده کسانو لاسي بم ورغورځولى دى . ده دغه بريد سياسي انګيزه بللې ده . چارواکو په دې اړوند پلټنې پيل کړي دي ، مګر تراوسه يې څوک نه دي نيولي. ",د بلخ د ولايتى شورا يو غړۍ له مرګ بچ شوى دى. 1491,حقمل," ځايي چارواکو د فلپين په يو کلى کې د ځمکې د ښوئيدو د قربانيان شميره څه ناڅه ٢٠٠٠ تنه اټکل کړې . د( برناما) د خبرى رسنۍ د رپوټ له مخې تر اوسه ١٠٩ مړى ايستل شوي او ٥٧ تنه ژوندى پيدا شوي دي . د( پنا )خبري رسنۍ بيا وايي چې ددغه کلي ټول ټال ٦٠٠کورونه چې د وګړو شمير يې ٣٠٠٠ تنه وو، تر خټو او خاورو لاندې شوي دي. ٣٠٠ زده کونکي هم د قربانيان په جمله کې دي چې د سهار له مخې په ښونځيو کې په زده کړه بوخت وو .په دغه ناوړه پېښه کې يوازې د نارګيل ځينې ونې په خټو کې ترسترګو کيږي . پيښه پس له يوې اونۍ پر له پسې اورښت او له يوې سپکې لزلې وروسته د جمعې د ورځې په سهار د (ليت )ايالت په جنوبي سيمه کې رامينځ ته شوه . ",په فلپين کې د قربانيانو شميره مخ پر زياتيدو ده. 1492,حقمل," د ملګرو ملتونو پنځو تنو خپلواکو پوهانو د پنجشنبې په ورځ په يو خپور شوي رپوټ کې له امريکا څخه غوښتى چې ډير زر دې د ګوانتانامو بنديان محاکمه يا ډير زر خوشي کړي . واشنګټن دغه غوښتنه نه ده منلې او د سپينې ماڼۍ وياند اسکات مک کيلان ويلي دغه رپوټ پرته له واقيعتونو برابر شوى دى او ملګري ملتونه خپل ځان بې اعتباره کوي . کوفى عنان هم ويلى چې لرې يا نيږدې به دغه زندان وتړل شي . د رپوټ د خپريدو نه وړاندې اروپايي پارلمان هم له امريکا څخه غوښتي چې د ګوانتانامو زندان وتړي . په دغه ٥٤ پاڼو رپوټ کې پرته له ځند د ګوانتانامو د زندان دتړل کېدو غوښتنه شوې ده . ",د ګوانتانامو زندان دې ډير زروتړل شي . 1493,کابل," د المان يوه ملکي الوتکه د جمعې په ورځ د عراق په شمال د سليمانيه هوايي ډګر ته نيږدې رالويدلې ده . دغه الوتکې ٦ تنه سپرلۍ درلودې چې دوه يې پيلوټان ، ٣ تنه المانى سوداګر او يو تن ژباړن وو . الوتکې د تيرې سه شنبې په ورځ له المان څخه الوتنه کړې او د جمعې په ورځ يې د ازربايجان د باکو له هوايي ډګر څخه د عراق په لور الوتنه کړې وه او ټاکل شوې وه چې د عراق په شمال د کرکوک په سيمه کې په ځمکه ناسته وکړي. دم ګړى په عراق کې د المان سفير له ځايي چارواکو سره اړيکې نيولې دي تر څو د پېښې جزئيات راټول کړي . ",د المان يوه الوتکه په عراق کې غورځيدلې. 1494,حقمل," د چين د مدنى چارو وزارت په يو رپوټ کې راغلي چې په تير زيږديز کال کې يو ميليون او ١٢٠ زرو چينايانو طلاق اخيستى دى اودغه رقم په رسمى توګه ثبت شو ىدى . په دغه کچه کې د ٢٠٠٤ کال پر پرتله ١٢ فيصده زياتوالى راغلى دى او ٧٠ فيصده غوښتن ليکونه د ښځو له خوا وړاندې شوي دي. د اوسنيو مقرارتو له مخې ميړه او ميرمن کولاى شي د شلو دقيقو په ترځ کې له يو بل څخه جداشي او طلاق واخلي . د طلاق لاملونه د اقتصادي او وزګاريو د ستونزو ترڅنګ د غير اخلاقي پېښو زياتوالى بلل شوى دى . همداشان په يو بل خپاره شوي رپوټ کې راغلي چې د چين د روغو وګړو شميره ١٤٠ ميليون او ٣٠٠ زرو تنو ته رسېدلې ده . په رپوټ کې په ګوته شوي چې ٨٠ فيصده روغ کسان يوازې ژوند کوي .د زر زړيدو په هکله د چين دولت اندېښنه په ډيريدو ده چې د مخنيوي په اړوند يې يو شمير جدى اقدامات نيولي دي .له بل لوري چين يوازې په تير کال کې ٣٦ ميليارد ډالره دنفتو او غازو د زيرمو څخه ګټلي او دلوبو جوړونکو دويم هېواد په نړۍ کې دى .تير کال دغه هېواد د ٦ ميليارد او ٢٥٠ ميليونو ډالرو په ارزښت د لوبو وسايل جوړ کړي دي. ",يو ميليون او ١٢٠ زروچينايانو طلاق اخيستى دى. 1495,حقمل," د ډنمارک د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د لنډ مهال په موخه خپل سفارت په پاکستان کې تړي او خپل سفير له دغه هېواد څخه باسي . دا پريکړه پر داسې مهال کيږي چې د ډنمارک پر ضد په پاکستان کې سختې مظاهرې وشوې او دانن هم پوليسو خبر ورکړى دى چې د ملتان په شمال شرق٣٠٠ کيلومترى کې د پوليسو له خوا څلور تنه مظاهره کونکي ټپيان شوي دي .په کراچى کې بيا هم لاريونونه وشول او له بل لوري د ٦ مذهبى ګوندونو ائيتلاف غوښتنه کوى چې له ډنمارک سره دې اړيکې په بشپړه توګه وشلول شي . د پاکستان په مظاهراتو کې څه ناڅه ٣٠٠ نفر نيول شوي، پنځه تنه مړه او په لسګونو نور ټيپان شوي دي.پاکستان هم له ډنمارک څخه خپل سفير راغوښتى دى. ",ډنمارک خپل سفير له پاکستان نه وباسي . 1496,حقمل," يونيسف په خپل يو رپوټ کې ويلي چې د نړيوالو له پراخو نيوکو سره -سره د پخوا په څير ماشومان جګړو ته استول کيږي ، مړه او ژوبل کيږي، که له جګړې څخه روغ هم راوګرزي بيا به هم کلونه کلونه له روحي او جسمى ناروغيو څخه رنځ گالي . په رپوټ کې راغلي دم ګړۍ د ٢٥٠ څخه تر ٣٠٠ زرو ماشومان د نړۍ په ٣٣ هېوادونو کې په ٣٠ سيمه ايزو جګړو کې برخه لري او د جګړه مارانو په خدمت کې دي . عراق ، افغانستان، هند ، اندونيزيا ، فلپين او سودان له دغو هېوادونو څخه شميرل کيږي .د ياد شويو ماشامونو له شميرې څخه ٣٣ فيصده نجونى دي. په اوګاندا، سودان ، کانګو او عاج ساحل کې ماشومان دجګړ جبهو ته استول کيږي .د ملګرو ملتونو د ماشومانو دحقوقو کنوانسيون چې د نړۍ ١٠٤ هېوادونو لاسليک کړى دى اجازه نه ورکوي ،چې له ١٨ کلونو دکم عمر ماشومان دې جنګ ته وليږل شي . ",يو نيسف : ماشومان بيا هم جګړې ته استول کيږي . 1497,حقمل," د امريکا ولسمشر جورج بوش وويل : واشتګټن نه بايد په عراق کې له ماتې ناهيلۍ شي او بايد ومنو چې په جګړه کې يو . د بي بي سي رپوټ له مخې بوش وويل ( موږ نه بايد ناهيلى شو.... ځکه په پخوا کې مو ليدلي چې ولسواکى نړۍ ته بدلون ورکوي ) . د ه په فلوريدا کې د خپلو خبرو په ترځ کې د القاعدۀ سره په جګړه کې د پرمختګ ادعا وکړه او زياته يې کړه امريکا په ورو مګر په پريکړنده توګه د پټو شويو ترهګرانو د پيداکولو په لټه کې دى . ",بوش : په عراق کې له ماتې نه بايد ناهيلى شو . 1498,حقمل," د پرتګال پوليسو نن سهار ددغه هېواد په جنوب د الګارو په سيمه کې د کوکائينو ستر بار چې ٨ ټنه کيږي نيولي دي. پوليسو دقاچاق په دې تور د يوې ښځې په ګډون ٦ تنه هسپانويان هم نيولي دي او وايې چې دغه ډله د نيشه يي توکو د نړيوالې شبکې سره تړاو لري .له کال ١٩٩٩ څخه را په دې خوا دا د نيشه يي توکو ستر بار دى چې په اروپا کې نيول کيږي . ",پرتګالى پوليسو ٨ ټنه کوکايين نيولي دي. 1499,حقمل," په فارياب کې د ٤ تنو مړي پرداسې مهال پيداشوي چې پوليس او امنيتي چارواکي يې په پيږندلو کې پاتې راغلي دي . د پوليسو د وينا له مخې ممکن دا هغه کسان وي چې پنځه مياشتې وړاندې د فارياب د خواجه سبزپوش له ولسوالى څخه ورک شوي وو . دغه مړي د سيند له اوبو څخه څو ورځې وړاندې را ايستل شوي دي .عام وګړي بيا شکايت کوي چې وسله وال قوماندانان په دغه ولايت کې ددوي د ځورونو لامل ګرزي او تر ډيره بريده په دا ډول کارونو لاس پورې کوي. ",د ٤ تنو مړي په فارياب کې موندل شوي . 1500,حقمل," افغان ولس مشر نن له غرمې مخکې يوې خبرې ناستې ته پاکستان ته د خپل سفر په هکله معلومات وړاندې کړل او څرګنده يې کړه چې ترهګران د هيچا دوست او ملګري نه شي پاتې کيداى او هرڅوک يې چې روزي ممکن همغه وچيچي .کرزي وويل : که چيرې داوار خبرو مثبتې نتيجې ورنه ګړې په راتلونکو کې به خپل سياسي دريځ بدل کړ و ، خو کرزي هيله څرګنده کړه چې دسفر پايلې به د سولې د ټينګښت اود ترهګرۍ د بريدونو په شنډولو کې ګټورې ثابيتې شي . دى هيله من ښکاريد چې طرحې او وړانديزونه عملي شي . کرزي وويل هيچا ته به اجازه ورنکړو چې د خپل هېواد خاوره د ګاونډيو پر ضد وکارول شي .اوس موږ انتظار باسو چې د بريدنو سلسه بنده شي که سلسله جاري وه ،بنده نه شوه لږ نه شوه دا بيا دافعانستان حق دى چې دسولې او ترقى له پاره هرڅه وکړي. ",کرزي : ترهګران د هيچا دوست او ملګري نه دي. 1501,محمديوسف خدمتګار مزدورزوی," که بلبلان مينه په بڼ کې په سرو ګلو کوي نو عاشقان مينه دزړه په ښکلو ښکلو کوي   ځيني د يو بل پسی ګرځي سره نه مومي ژر ځيني دزړونو ښکا ر په يوځله ليدلو کوي   ځيني له مال اواقتدار ځنئ کمال پسي ځي ځني له هر څه نه وي تير مينه دښکلو کوي   هرڅوک چي هر څه ښکلي بولي يا ليلايې ګڼي پښتانه مينه په پښتو غيرت کولو کوي   هغه پاک زړه چي عشق اومينه اوطاقت وي پکي هغه دخپل عشق ثبوت په زړه بايللو کوي   دچاپه خيال که عاشقان په زړګي روغ ښکاري هغه تهمت په عاشقۍ په دا ويلو کوي   له ټو لو لوي روغ ليوني وطنپالونکي وينم که خپل ترې بيل کاندې مورچل نفرت له خپلوکوي   ړانده ښکلا دمعشوقو احساسولئ نه شي ګومان تورتم کې په اغيار دنازولو کوي   مامي ديار دخيال په شمع حقيقت وليده ځکه مي شعرپه سوي سازخيال دغزلو کوي   دچا چي مينه وي کمزورې له ښکلا ډاريږ ي دښکلو مينه خدمتګار په ښکلولو کوي   کلاکرويک   ناروې ",ښکلول 1502, عبدالهادي حيران,"  عبدالهادي حيران  ژبه د يو قام پېژندګلو او د قام د ژوند د ټولو اړخونو مهم بنسټ وي. د ژوندو قامونو ژبې تل ژوندۍ وي. ځکه چې د قامونو د تاريخي ژوند ثبوت د هغوئ د ژبو ادب، ثقافت او تعليم وي. د نړۍ د لويو تهذيبونو په لوئي والي کې د هغوئ ژبو ډېر مهم رول لوبولى دى. د همدې بنسټ په سبب په نړيوال کچ د مورنۍ ژبې اهميت او ضرورت منلى شوى دى ځکه چې د مور غېږه د هر انسان د زده کړې لومړى ښوونځى او مورنۍ ژبه يې لومړۍ زده کړه ده. د نړۍ د پوهه او پرمخ تلليو قامونو لپاره دا خبرې اوس زړې او د بحث ضرورتمندې نۀ دي خو زمونږ ټولنې څرنګه چي د ناپوهۍ، نا اهلۍ، بې لارې سياست او د قامي شعور د نشتوالي له کبله هغه د چا خبره د مځکې نه تر بلۍ د ارتقاء سفر هم لا نۀ دى کړى نو زمونږ لپاره نن تر هر څۀ زيات مهمه مسئله همدا ده. دا هم د ملګرو ملتونو مهرباني ده چې يويشتمه فروري ئې د مورنۍ ژبې ورځ وټاکله او مونږ ته ئې دا موقع په لاس راکړه چې د خپلې ژبې پښتو د ورځ په توګه ئې ولمانځو او خپل غم پکې وژاړو. په نړيواله کچه د مورنۍ ژبې د دې اهميت د محسوس کېدو باوجود زمونږ حکومتونو سترګې پټې کړي او غوږونه کاڼۀ کړي دي او د قامي ژبو د استحصال لپاره قامي جبر ښۀ په شدت سره جاري و ساري دى . د دې يوه لويه وجه دا هم ده چې کوم قامونه د دې استحصال او جبر ښکار دي هغوئ د دې خلاف د ځان خوزولو څۀ نوم قدرې هم نۀ اخلي. چې وجه ئې په ملي کچ د سياسي شعور نشتوالى هم کېدلاى شي او زمونږ د مشرانو او سياستدانانو نا اهلي او خود غرضي هم. مونږ د همدې مقصد په خاطر کال په کال او ځاى په ځاى په دې هکله سيمينارونه او غونډې کوو تر څو عام او خاص خلک د خپلې مورنۍ ژبې په اهميت پوهه شي او ضرورت ئې محسوس کړي. د ملګرو ملتونو لخوا د دې ورځې د ټاکل کېدو پس منظر دا دى چې کله د متحده پاکستان حکومت په مشرقي پاکستان (اوسني بنګله دېش) کې اردو سرکاري ژبه وګرځوله نو بنګالي عوامو عموماً او بنګالي زده کوونکو خصوصاً د دې خلاف احتجاج وکړو او د بنګالي ژبې د سرکاري ګرځولو غوښتنه ئې وکړه. حکومت د دې جايزې غوښتنې د منلو په ځاى د کال ١٩٥٢ء د فبرورۍ په يويشتمه نېټه د بنګالي زده کوونکو په يوه احتجاجي مظاهره ډزې وکړې او يو شمېر معصوم زده کوونکي ئې شهيدان کړل. بنګاليانو د يو ژوندي قام په توګه د دې ظلم او جبر مقابله جاري وساتله اَن تر دې چې خپله خپلواکي ئې وګټله. او د ښاغلي سليم راز په قول چې ""کومو (پنجابي) حکمرانانو بنګالي ژبه نۀ منله هغوئ د بنګله دېش په منلو مجبور شول."" ملګرو ملتونو د يويشتمې فبرورۍ ورځ د دغو بنګالي شهيدانو په ياد کې د مورنۍ ژبې ورځ وټاکله. دغسې يو طرفته په نړيوال کچ د مورنۍ ژبې اهميت ښکاره کړاى شو او بل طرفته د هغو بنګالي شهيدانو قربانۍ ته يو نړيوال درناوى ورکړاى شو چې د نړۍ په تاريخ کې د تل لپاره محفوظ شو. نن چې مونږ دا ورځ د پښتو ژبې د ورځ په توګه لمانځو نو هم مقصد ئې دا دى چې پښتو د يو لوئي او تاريخي قام ژبه ده او پښتانۀ د پاکستان يوه مهمه او د افغانستان يوه لويه برخه ده خو متاسفانه چې په پاکستان کې د پښتو هيڅ سرکاري حيثيت نشته. بلکې سرکاري وسايل د پښتو په ضد استعماليږي. او په افغانستان کې د پښتو حيثيت د يوې اقليتي ژبې (دري) سره يو برابر ګرځولى شوى دى. د پښتنو له خوا په عام او لوئي کچ د دې خلاف تر اوسه پورې کوم ډول موثر احتجاج مخې ته نۀ دى راغلى. نو د دې ښکاره مطلب دا شو چې مونږ په سياسي شعور او قامي فکر کې د نورۍ نړۍ نه خو لا څۀ چې د بنګاليانو نه هم سل (١٠٠) کاله وروسته يُو. د پښتو او پښتنو په مينځ کې د دومره اوږدې فاصلې وجوهات هم ډېر دي. ويل کيږي چې پښتو پنځه زره کاله زړه ژبه ده. پښتانۀ ډېر ځله په اقتدار کې هم راغلي دي خو د پښتو ژبې په افغانستان کې د لږ محدود وخت او پخواني رياست سوات څخه پرته چرته هم سرکاري سرپرستي نۀ ده شوې. پښتو تل په مذهبي توګه د عربي او په سياسي توګه د فارسي او د پاکستان د جوړېدو نه وروسته د اردو د اثر لاندې ساتلى شوې ده. او له يوې لارې او بلې لارې د پښتو سره داسې سلوک شوى دى چې کله کله عام پښتانۀ د خپلې ژبې نه بدظنه شوي هم دي. رياستي ادارو همېشه د پښتو خلاف داسې مذهبي، سياسي او نفسياتي حربې استعمال کړي دي چې پښتانۀ پرې د خپلې ناپوهۍ له وجې دوکه شوي دي. اوس ځينې خلک په دې هيله دي چې پښتانۀ ورو ورو تعليم ته متوجه کيږي نو پوهه به شي. خو اصل خبره دا ده چې په خپله ژبه کې نۀ وي هغه ته تعليم ويل د تعليم سپکاوى دى. ځکه چې د نړۍ ټول پوهان په دې خبره متفق دي چې لومړنۍ زده کړې په پردۍ ژبه کې انسان د ناقابلِ علاج احساسِ کمترۍ ښکار کوي او داسې انسان بيا په خپل پوره ژوند کې هيڅ قابلِ ذکر کار نشي کولى. او عالي زده کړې په پرديو ژبو کې حاصلوونکي ښۀ تعليميافته خو جوړېدلاى شي ولې ښۀ انسانان هيڅکله هم نۀ. زۀ د دې ليک د اوږدولو لپاره په هغه اوږد بحث کې نۀ پرېوځم چې کومو کومو خلکو د پښتو استحصال په کومه کومه طريقه کړى او عامو پښتنو او د پښتنو مشرانو او دانشورانو د خپلې ژبې لپاره څۀ څۀ کړي دي!!؟ بس په يوه عامه او ساده طريقه د دې خبرې وضاحت کول غواړم چې هر قام ته پکار دي چې په خپله ژبه وياړ وکړي او د خپلې ژبې اړتياوي او د نورو ژبو احترام وپېژني. د دې خبرې د وضاحت لپاره د انساني ژوند د هر اړخ نقطه نظر بالکل واضح او د هر چا په پوهه کې د راتللو والا دى. د مثال په توګه کۀ موږ دې ته په مذهبي نقطه نظر وګورو نو الله پاک هر قام ته پېغمبر او خپل پېغام د هغه قام په ژبه کې لېږلى دى. په مذهبي حواله د دې نه لوئي او اسان دليل بل نشي کېدلاى. او داسې ضروري هم ده، ځکه چې د انسان يو فطرت هم دى د کوم ترمخه چې، انسان کۀ هر څومره عالم او فاضل شي خو د خپل ما في الضمير اظهار چې هغه په کومه ښه طريقه پخپله ژبه کې کولاى شي، په بله ژبه کې ئې نشي کولاى. په شرط د دې چې زده کړه ئې هم په خپله ژبه کې کړې وي. نن زمونږ دين  اسلام دى او د مبالغې تر حده په دې فخر هم کوو چې پښتانۀ من حيث القوم ټول مسلمانان دي خو سوال دا دى چې څو فيصده پښتانۀ په اسلام پوهېږي؟ نن چې د علم او د پوهې دور دى. زمونږ عالمان وائي چې د ژوند د ټول نظام لارښودنه په قران پاک کې شته. خو زمونږ په ټولنه کې به د عالمانو څخه پرته اعشاريه يو فيصد خلک هم داسې نۀ وي چې د قرآن پاک په صحيح تلفظ تلاوت کولاى شي او په معنى ئې هم پوهېږي. هرکله چې قرآن پاک يو الهي پېغام دى، د پوره ژوند نظام دى او د تمامو ښو بدو لارښودنه ده نو پوښتنه دا ده چې ايا د هر عام او خاص، سړي او ښځې، لوی او ماشوم، امير او غريب لپاره په دې پوهېدل لازمي نۀ دي؟ کۀ څوک ئې ضروري نۀ ګڼي نو دا خو د دې لوی کتاب د مقصد، اهميت او ضرورت نفي کوي. او کۀ لازمي دي نو بيا پرې ولې څوک نۀ پوهېږي؟. وجه ئې دا ده چې ټول قام له په عربي پوهېدل ناممکن دي او د پښتو کولو کوښښ ئې کُفر ګڼلى شوى دى. او دا حال يواځې د پښتو نۀ دى بلکې د دې سيمې ټول قامونه او ژبې د دې صورت حال سره مخ دي. کۀ په تعليمي حواله ئې جايزه اخلو نو، لکه چې وړاندې مې وويل، د هر انسان لومړى پوهنځى د مور غېږ ده او لومړۍ زده کړه ئې مورنۍ ژبه ده. د ساينسي معلوماتو ترمخه د زيږون په وخت د ماشوم ذهن د شيشې په شان صفا وي. څنګه څنګه چې ورځې تيريږي نو د هغۀ ذهن د خپل کور، ماحول، کړۀ وړۀ، ژبه او طور طريقې قبلوي. د پښتو په موجوده اکثريتي ټولنه کې ماشومان د اووه نه تر لسو کالو په عمر کې ښوونځی ته لېږدول کېږي . تردغه عمر پورې د ماشوم ذهن د ژوند يوه برخه عِلم د خپل کورني ژوند د مطالعې او مشاهدې له لارې حاصل کړى وي او په ښۀ پرمختګ کې وي. دغه وخت کۀ د ښوونځی د تعليم سلسله په بله ژبه کې وي نو د ماشوم په ذهن داسې بد اثر پرېباسي چې هغه ترېنه بيا ټول عمر ځان نشي خلاصولاى. ظاهره ده چې دغه وخت د ماشوم لپاره دوه کارونه مهم دي . يو تعليم حاصلول او دوهم يوه بله ژبه زده کول. د دې دواړو کارونو وزن پر ماشوم  دومره زيات شي چې په ماشوم  په دواړو کې د يو کار هم نشي پاتې . ښاغلى سعيد ګوهر د دې مثال داسې ورکوي چې کله يو ماشوم ته ب بکري وويل شي نو هغه د دې توري په زده کولو کې د ډيرو ستونزو سره مخ کيږي ځکه چې په دې نۀ پوهېږي چې بکري څۀ شى دى. خو کۀ ورته وويل شي چې ب بوزه (وزه) نو د هغۀ به سمدستي ياد شي ځکه چې ماشوم بوزه پېژني . همدا وجه ده چې د نړۍ ټول پوهان او روڼ اندي په دې خبره زور کوي چې ماشوم ته دې تعليم د هغۀ په مورنۍ ژبه کې ورکړاى شي. د پر مخ تلليو قامونو د ترقۍ او کاميابۍ يو راز دا هم دى چې هغوئ په خپله ژبه مطمئن او تعليم يافته دي. او زمونږ د ناکامۍ او وروسته پاتې کېدو د ډېرو نورو وجوهاتو سره سره يوه وجه دا هم ده چې زمونږ تعليمي نظام بې بنياده دى. د دې بربادۍ يو لوي مثال زمونږ په ورځني ژوند کې د هر چا مخې ته دى. چې دولسم نه فارغ پښتون ځوان ته د پښتو څه ليک ورکړه نو هغه ژر ووائي "" مړه په دې زۀ نۀ پوهېږم"". بيا ورته په اردو کې د څۀ ليکلو ووايه نو داسې اردو به وليکي چې يوه پښه به ئې يو طرفته روانه وي او بله بل طرفته. د اردو د تذکر او تانيث سره به هغه هغه لوبې وکړي چې( اِنا لِلهِ وَ اِنا اِلَيْهِ راجِعُون )ويلو ته به دې زړۀ وشي. يعنې نۀ پښتو نۀ پاړسي يا اردو. په نورو ټکو کې نۀ د دين نۀ د سادين. د دې سلسلې يوه دلچسپه خبره هم راته راياده شوه. تقريباً څلور کاله وړاندې يو ځل زۀ د کراچي نه پېښور ته راغلى وم . يوه ورځ مې تصادفاً د بي بي سي پښتو سرويس سهارنۍ خپرونې سره د پښتونخوا د تعليم د وزير مولانا فضل علي مرکه اورېدله. هغو ورځو کې د پښتنوخوا ""مولانا حکومت"" اردوژبه  د صوبې رسمي ژبه اعلان کړې وه. په دې هکله د بي بي سي او د نوموړي وزير ترمينځ داسې سوال ځواب وشول: بي بي سي: تاسې اردو ولې د صوبې سرکاري ژبه اعلان کړه؟ د تعليم وزير: د دې دپاره چې صوبه د تعليم په ميدان کې ترقي وکړي او د نړۍ سره سياله شي. بي بي سي: نړۍ سره د سيالۍ لپاره خو ضروري ده چې تاسې انګليسي ژبه سرکاري کړئ ځکه چې انګليسي د سائنس او ميډيا ژبه ده او په ګرده نړۍ کې ويل کيږي؟ د تعليم وزير: انګليسي ژبه ده علم نۀ دى. او د ترقۍ راز دا دى چې تعليم په خپله مورنۍ ژبه کې وکړاى شي. د مثال په توګه فرانس، جاپان، جرمني، چين او روس خپلې ټولې تعليمي سلسلې په خپلو مورنيو ژبو کې کوي او همدا د هغوئ د ترقۍ راز دى. د يو کامياب نظامِ تعليم لپاره ضروري ده چې هغه په مورنۍ ژبه کې وي. بي بي سي: نو ستاسې او ستاسې د صوبې مورنۍ ژبه خو پښتو ده؟ وزير تعليم: (په لږ وارخطايۍ سره) نه، نه، زۀ په عالمي کچ د ترقۍ خبره کوم. بي بي سي: نو په عالمي کچ خو انګليسي د تعليم، سائينس او ميډيا ژبه ده؟ بس نو وزير صيب بيا ځواب نۀ درلود. اخر ئې په غوسه ځان خلاص کړ. زۀ دا نۀ وايم چې ګوندې نوموړى وزير به په دې نۀ پوهېږي چې زمونږ مورنۍ ژبه کومه يوه ده. نۀ يوازې دغه وزير، بلکې نور وزيران، رهبران، سياستدانان او حکمرانان ټول په دې پوهېږي خو د دوئ نه د احساسِ کمترۍ، غلامۍ، خودغرضۍ، لالچونو او مصلحتونو کرښې تاو شوې دي. د دې کرښو دننه سياست او خدمت په پښتون قام کې دومره بېزاري پيدا کړې ده چې د ژبې اومره مهمه ملي مسئله باندې هم د چا جذبات نۀ رالړزېږي. په مورنۍ ژبه کې د تعليم حاصلولو مطلب دا نۀ دى چې ګوندې ټول عمر به بس په همدې يوه ژبه پسې نښتى ئې. د نړۍ هره ژبه زده کول هم کمال دى او هم علم. خو په دې شرط چې لومړى په خپله ژبه پوه ئې. حمزه بابا همدا خبره کوي چې: نورې ژبې زده کول کۀ لوی کمال دى خپله ژبه هېرول بې کمالي ده   ځينې خلک وائي چې په پښتو کې د نوي تعليم کتابونه نشته. دا خبره بېخي بې بنياده ده ځکه چې داسې کتابونه د ضرورت ترمخه تيارېدلای شي او دا ضرورت هله پيدا کېدلاى شي چې د افغانستان او د پښتونخوا حکومتونه پښتو خپله سرکاري او تعليمي ژبه اعلان کړي. که په معاشي نقطه نظر ورته ګورو نو هم د ژبې اهميت پکې تر هر څۀ لومړى راځي. لومړۍ خبره خو دا ده چې د معيشت او اقتصاد د مضبوطولو لپاره په هر کار کې د تعليم او تجربې ضرورت دى او تعليم هلته تعليم دى چې پخپله ژبه کې وي. دويمه خبره دا ده چې د ژبې د سرکاري او تعليمي کېدو سره به نشراتي او اشاعتي ادارې په ګڼ شمېر کې په وجود کې راشي چې نۀ به يواځې په کاروبارونو کې زياتوالى راولي بلکې د عوامو په علمي، سياسي، مذهبي او ثقافتي شعور کې به هم اضافه وکړي. او دغسې به معياري ادب هم څۀ مقام ومومي. په سياسي او خصوصاً قام پرست سياسي نقطه نظر خو د ژبې حيثيت د هر څۀ نه اهم او اوچت دى. ځکه چې ژبه د قام پېژندګلو ده. چې ژبه له منځه لاړه نو قام هم ورک شو. او چې قام پاتې نۀ شو نو د قام پرستۍ څۀ تصور هم نۀ پاتې کېږي. په قانوني نقطه نظر هم دا د پښتو ژبې حق دى چې  چرته پښتانۀ اباد وي هلته دې دا رسمي، تعليمي او دفتري ژبه وي. دا حق نۀ يوازې د افغانستان اساسي قانون او د پاکستان د ١٩٧٣ء ائين ورکړى دى بلکې د پاکستان په سندهـ صوبه کې سندهي ژبه سرکاري او تعليمي ژبه هم ده. نو کۀ په پاکستان کې سندهي دا حق لري، پښتو ئې ولې نۀ لري؟ او په افغانستان کې پښتو د اکثريت ژبه ده نو بيا پکې نوره څۀ خبره ده؟. په بين المللي توګه کۀ وکتلى شي نو ملګرو ملتونو خو د مورنۍ ژبې اهميت منلى او ضروري کړى دى چې دا ورځ ئې هم په دې نوم نومولې ده. پرمختللي هېوادونو لکه امريکا، برطانيه، فرانسه، جرمني، روس، جاپان او چين هم خپلې خپلې ژبې د خپلې ترقۍ زينې ګرځولې دي. د ځينو خلکو دا خبره هم هسې ناسمه  ده چې ګوندې په پاکستان کې زياتې ژبې سرکاري کول د هېواد وحدت او سالميت ته خطره پېښوي . پکار ده چې زمکني حقيقتونو ته وکتل شي. په برطانيه کې څلور او په هندوستان کې د اتلسو نه زياتې قامي و سرکاري ژبې دي خو د دغو دواړو هېوادونو د ژبو په بنياد د ماتېدو څۀ تصور تر اوسه پورې لا نۀ دى راپيدا شوى. او د پاکستان ماتېدو او بنګله دېش جوړېدو وجه په مختلفو قامونو د يوې ژبې مسلط کول وو. دا ځکه چې په کثير القومي ملکونو کې د کوم قام او ژبې حقونه وتروړل شي نو هغوئ په احساسِ محرومۍ کې اخته شي او احساسِ محرومي به ئې لامحاله د بېلېدو طرفته هڅوي   په پورته ذکر شوو حوالو کۀ چرته مونږ د خپلې ژبې دا اهميت په نظر کې وساتو، او په دې خبره يقيني شو چې کۀ مونږ د خپلې ژبې طبعي، مذهبي، قامي او قانوني حقونه ترلاسه کړو نو کۀ ډېرې ستونزې مو حل نۀ شوې، د حل لارې خو به ئې برابرې شي. او کۀ مونږ چرته اول پښتانۀ يو او بيا نور څۀ يُو نو دا يوازې د شاعرانو، پوهانو، سياستوالو يا مُلا مسئله نۀ ده بلکې دا د ټولو پښتنو مسئله ده. ځکه چې ژبه د ټولو ده. نو زۀ په دې خاص موقع  ټولو پښتنو، کۀ هغوئ د هرې قبيلې، سيمې، ګوند، فکر، عقيدې، نظريې او شعبې سره تړلي وي، ته خواست کوم چې راځئ د خپلو ټولو اختلافاتو سره - سره  په دې يوه ملي مسئله اتحاد وکړو او د خپلې ژبې دا جايز حق ترلاسه کړو. دا نۀ خو د ژبني تعصباتو مسئله ده او نۀ پکې د نورو ژبو نه د نفرت څۀ خبره شته. د نړۍ هره ژبه د ژبې په حيثيت د احترام وړ ده. او د پاکستان او افغانستان هره ژبه د دې دواړو هېوادونو قامي، تهذيبي او تاريخي ورثه ده. او دلته د ژوند کولو حق لري . بېنوا خپرنيزه څانګه : د مورنۍ ژبي او په مورنۍ ژبي دزده کړي اړوند نوري ليکني له دې ځایه ولولی    ",يويشتمه فبروري او پښتو ژبه 1503,,"       دولسمشر کرزي دمطبوعاتي دفتر له اړخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر په فلیپین کې دباران دډیر اورښت له کبله چې ١٨٠٠ تنو ژوند له گواښ سره مخ شوی خفه او غمرازۍ مراتیب یې څرگند کړي. ",ولسمشر دفلیپینیانو پرمړینه خفه شوی. 1504,,"   دامریکې دمتحدو ایالاتو ددفاع وزیر ډونلډ رمزفیلډ تیره ورځ ویلي چې په عراق دالقاعده شبکې تبلیغات ددوی له تبلیغاتو زیات پیاوړي دي لامل یې داوایي چې شمیر کم خو د پرمختللي وسایلو لرونکي دي. رمزفیلډ وایي هیواد به یې داسې لارې چارې وسنجوي ترڅو مسلمانان دده پر هیواد نیک باوره وي.   ",رامزفیلډ:تبلیغات مو د القاعده ترتبلیغاتو کمزوري دي. 1505,حقمل," په پاکستان کې د متحده عمل دوه لوړ پوړي چارواکي مولانا قاضي حسين احمد او مولانا فضل الرحمن نن په لاهور او اسلام اباد کې نيول شوي دي . د دولت مخالف ائيتلاف متحده عمل له شپږو مذهبي او سياسي ګوندونو جوړ شوى دى چې مشري يې هم دا دواړه مذهبي مشران کوي .قاضى حسين احمد د پاکستان د اسلامي جميعت او مولانا فضل الرحمن د اسلامي علماوود جميعت ګوندمشري کوي . ",قاض حسين احمد او مولانا فضل الرحمن نيول شوي 1506,حقمل," د عراق د نفتو وزرات اعلان کړى چې په تير زيږديز کالې کې د عراق د نفتوملي ګټو ته د نفتو پر تاسيساتو باندې د مخالفو جنګياليو د بريدونوله امله ٦ اعشاريه ٢٥ ميليارد ډالر زيان رسيدلى دى. تير کال وسله والو کسانو ټول ټال ١٨٦ ځلې پر نفتي تاسيساتو بريد کړى دى او ٤٧ تنه مهندسان او ١٩ تنه پوليس او ساتونکي يې وژلي دي. ډير دغه بريدونه دعراق په شمال کې نفتي تاسيساتو ته ځانګړې شوي وو. ",٦ ميليارد ډالر د عراق نفتى ګټو نه زيان اوښتۍ . 1507,شمس," دخوست ولايت حيدرخېلوسيمې دلويې لارې په منځ كې دهغې ولسوالۍ پوليسونن يوريموډكنټرول ماين كشف اوناكاره كړ. دهغې ولسوالۍ چارواكودماين اېښودلوپړه دهېواداوهېوادوالوپردښمنانوورواچوله اوويې وې چې دغه ماين دهېواددښمنانولخوا،اېښودل شوى اوغوښتل يې چې زموږبې ګناه خلك ورباندې والوزوي . داپه داسې حال كې ده چې تېره ورځ هم يوماين ددې ولايت دډاډوالوپه سيمه كې دهغې سيمې پوليسولخواكشف اوناكاره كړاى شوى ؤ. ",په خوست كې يوريموډكنټرول ماين ناكاره شو. 1508,حقمل," د پاکستان ولسمشر جنرال پرويز مشرف نن د يو پنځه ورځني رسمي سفر په موخه د چين په لور روان شو . ټاکل شوې ده په دغه سفر کې د پاکستان مشر د چين له مشر او لوړپوړو چاراکو سره په دوه اړخيزو چارو ،اقتصادي او سياسي مسايلو خبرې او بحث وکړي .پاکستان او چين په خپلو کې له ٥٥ کلونو را په ديخوا سياسي او ديپلو ماتيک اړيکې لري. ",پرويز مشرف چين ته لاړ . 1509,حقمل," د جلال اباد او تورخم د لويې لار په اوږدو د بټي کوټ ولسوالۍ ته نيږدې پرون ماښام يو تن په چاودنه کې وژل شوي دى .پوليسو په دې اړوند پلټنه پيل کړې ده او امنيتي چارواکي نه پوهيږي چې دا څه ډول چاودنه وه ؟ له دې نه وړاندې پوليسو يو بل خښ شوىماين د لارې په اوږدو کې له مينځه وړى دى.همداشان دولتي پوليسو د ننګرهار د خوګيانيو په سيمه کې د ډزو په ترځ کې د موټر دوه تنه سپرلۍ ټپيان کړيدي. چارواکو له پوليسو څخه په دې هکله پوښتنې پيل کړيدي. د خوست ولايت د اسمعيل خيلو ولسوالى په اړوند سيمه کې نن د دوو سيالو قومونو ترمينځ د ځمکې پر سرشخړه شوې چې يو تن په کې مړ او ٣ تنه ټپيان شوي دي . پوليسود پېښې په اړوند ٥ تنه له يو شمير وسلو سره نيولى دي . ",په ننګرهار او خوست کې مرګ او ژوبله . 1510,حقمل," د هلمند دولتي چارواکو منلې ده چې مخالف جنګياليو تيره شپه ددغه ولايت د مرجې ولسوالى په يو ه اړوند ساتونکې پوسته وسله وال بريد کړىدى ، چې په کې ٣ تنه پوليس وژل شوي دي . چارواکې وايي په دې اړوند يې څوک نه دي نيولي .دا هم نه ده څرګنده چې بريد کونکو ته مرګ او ژوبله اوښتې او که نه ؟ ",په هلمند کې ٣ تنه دولتي پوليس وژل شوي دي . 1511,," جلالزی = کابل یوې افغاني تلویزیوني شبکې د هغو مړو فلم خپور کړی چه د پاکستان په شمالي وزیرستان کښي په موټرو پسي کش کړای شوي وو  دې خصوصي تلویزیوني چینل داسي رپوت تیره شپه په خپل خبري بلوتون کښي خپور کړی چه قبایلي وگړي د پاکستان په مندر خیل کلي کښي څو تنه چه د حامد کرزي د حکومت پلویان دي وژلي او بیا یې په پیک اپ موټر پسي په ډیري بی رحمي کشوي . دا چینل وایې دا ویډویي فيته یې له شمالي وزیرستان نه یوه میاشت مخکي تر لاسه کړې ده . له بل لوری په دې ویډویي ټیپ کښي هغه د پاکستاني پوځیانو موټر هم ښودل کیږي چه د مړو د موټر تر څنگ په ډیره ارامه تیریږي . ",په شمالي وزيرستان کي د وژنوويډيويي فلم خپور شو 1512,," جلالزی = کابل د چرگانو له ټوغکي نه د درملو خوړو په مرسته کولای شو ځان وژغورو دا ادعا یوې امریکایي درمل جوړونکي کمپنۍ کړې . د دې کمپنۍ ماهرین وایي په هغو لابراتواري ازموينو کښي چه د دوی له خواه تر سره شوي ښیي چه د اچ پنځه ان یو وژونکي ویروس به هغه وخت له مرغانو نه انسان ته د مخ نیوي وړ وي چه هر څوک (امپلیگین او الفورون درمل وکاروي . دا درمل تر اوسه بازار ته ندي راغلي او دا ادعا هم کومي نړیوالي روغتیایي ډلی نده تاید کړې . د انفلونزا ناروغی په 2003 میلادی کال کښي په اندونیزیا کښي 90 تنه وژلي وو او اوس یې په افغانستان کښي هم ویره خپره شوې ده حال دا چه هر بی وزله کورنۍ اوس کولای شي په پلازمینه کابل او نورو ولایتونو کښي د چرکانو غوسه او هگۍ په ډاډه زړه وخوري خو له دې نه به ډاډه نه وي چه نارغي پکښی نشته . ",دچرگانوله ټوغکي څه ددرملوپه خوړوځان ژغورلای شو 1513,اسدالله زمری,"   چې خپل کور،کې نا منلې ، مېلمنه  ده چې  اولاد ته خپل ، هم ، ډیره بېګانه ده   چې بي بي ده ، خو ئې وېنځه ، ده ګڼلې چې  پرته ورته په پښوکې زولانه ده   چې په تله دوړندو او جاهلانو تل  ده سپکه تلل شوې ،خو درنه ده   ده  بډایه ،خو له خپله خواره بخته لوټه  شوې ،هېره  شوې ، خزانه ده   چې هم  پت ده ، هم عزت ده ، هم  غرور ده چې ده ډکه له شرفه ، پښتنه ده   سندریزه ، له سرود اوسرور  ډکه چې ئې غلې په مرۍ کې ترانه ده   د افغان د ننګ، ناموس جګه شمله ده پښتو ژبه ده چې هر څه نه خوږه ده   ",دا څوک ده؟( دفبروري د ۲۱د مورنۍ ژبو د ورځې په مناسبت) 1514,ډاکتر حسن ، لندن,"  خار دانتظاردې ددیدارلمن کې ونغاړه زمادزړه تڼاکې دانګارلمن کې ونغاړه   پریږده چې نور ډوبي دحسرت په سمندر کې شي هیلې مې داوښکو د ابشار لمن کې ونغاړه   خدای که ئې په زور سره ظالمه ځان ته ټیټ کاندې دا سرکښه سر زما د دار لمن کې ونغاړه   شال که پرې د پیغلو پاڼو نه غوړه وې زما په زړه دا  له غمه تور  بورا  دخار لمن کې ونغاړه   راشه پسرلیه چې وږمې دعنبریني شي یوه یوه دزلفانو دعطار لمن کې ونغاړه   دلته له غوږو نه د الفت پردې شلیدلي دي دا سوې زغمي نغمې د تار لمن کې ونغاړه   راشه شیخه راشه بسم الله کړه جام در ونیسه زهد دریا دې دخمار لمن کې ونغاړه   ځه ورځه حسَنه  ته غلط چم ته راغلی ئې مړې تلوسې ټولې د مزار لمن کې ونغاړه   ",مړې تلوسې 1515,کانديد اکاډميسين م . انور نوميالی," ليکوال کاندېد اکاديمسن م . انور نوميالی لومړۍ خبری د اوزبک کره چی و زېږی اوزبک شی د خوشحال کره چی وزېږی خټک شی ايتنيکی هويت که له ېوې خوا تاريخي محدوديت دئ، خو له بلي خوا بيا تارېخي واقعيت هم گڼل کېږي . دا محدودېت او هم دا واقعيت   چي دواړه د زوکړي له نيټې څخه را پيل کيږي د اجتماعي عادت له پخېدو سره تقريبأ د فطري طبيعت درجې ته ځان رسوي . ځکه نو دا خبره بې څه نده چي واېی عادت دوهم طبيعت دئ .که پدې واقعيت څوک ځان سم وپوهوي  نو بېا د خپل محدوديت په خواصو هم ډير ښه پو هيدای سي . له دې واقعيته څخه که څوک تېر سي او ېا له لدې محدوديته څخه ځان را و باسی خو د بل ذهنېت چندانی نسی ور اړولای ځکه هغه که خپل وی اوکه بل د ځانی محدودېت او واقعېت په عذر تاسی هر کله د همدی محدوديت او واقعيت په هنداره کی گوری او بس . ددی راز تاريخی محدوديتونو پيژندنه او د واقعيتونو پوهنه  د نن ورځی د اجتماعی ضرورتونو په جمله کی ېوه خورا مهمه مسأله گرزيدلی ده .هغه پوښنی چی دکوم ايتنوس ( توکم ) د موجوديت او ېا له نورو ايتنوسونو سره د هغه د اړيکو په مناسبت  منځ ته راځی ، ټوله ددغه شان محدودېتونو په پېژندنه او واقعيتونو په پوهنه کی خپل ټېک جوابونه پيدا کولای سی . له دی جهته نو د هر چا لپاره د اوسنی نړی په گڼو جرېاناتو کی د تخنېکی گډيدنی او شعوری بېلېدنی دواړی اجتماعی او انفرادی پديدی ېو ځای په بيړه مخ په وړاندی بېايی دا خبره په کار ده ځان هم پخپله  او هم په نورو باندی سم وپيژنی . ددی ملی دندی په احساس چی د انسانی رسالت ېوه برخه يی هم بولم غواړم د خپل ايتنيکی هويت پر هغه محدوديت او واقعيت باندی يو څه رڼا وا چوم چی د ژبی، شعور ،خصلت ،سيرت، عادت او چلند پر بنا يی زما څخه ېو پښتون جو ړ کړی دئ . دا زما شخصی انتخاب ندی بلکه تاريخی انتخاب دئ چی د پښتنی کلتور په قالب کی زما کړو وړو ته پښتنی شکل ور کړی دئ . دا شکل چی زما په خېال نه ډير نتلی او نه ډير وتلی دئ  خو هر څه چی دئ په تاريخی لحاظ ېی زما سر نوشت را ټاکلی دئ . پښتون د ايتنيکی هويت په څير يو خپور او غوړيدلی قوم دئ چی له ډيرو پيړو راهيسی يی په په دی سيمه کی خپل ا جتماعی ،اقتصادی ،سياسی او نظامی نقش په يوه او بل رنگ کی لوبولی دی . خو ددوی د تاريخی ماهيت په باره کی دوی څرگندی خطاوی موږته په مخه راځی . له يوی خوا دهيجانی مبالغو په زور له ېوی پښتو سندری څخه داسی هنگامه جوړيږی چی بايد د نړی د سترو شهکارو په سر کی ځای ونيسی خو له بلی خوا بيا ددی ملت ستر موجوديت چی د هغه په عينی او مشهود واقعيت کی د تارېخی بهيرونو گڼی پديدی تثبيت سوی دی، د ېوی بلی سندری په تاله باندی د صفر درجی ته  دخولی په تشو خبرو را وستل کيږی . ددی لپاره چی د حقايقو په پيژندنه او پوهنه کی د چپه او راسته تمايلاتو تر سياسی جذ باتو لاندی نه څوک سپک سی او نه څوک ورک سی نو لازمه ده چی زموږ په وړاندی پښتون ملت چی نن ورځ نړيوالو جرېاناتو د هغه نقش ته د خپلو منافعو په حساب ېو ځل بېا ډيره توجه را گرزولی ده . د خپل جوړښت ،پرورښت، او پاېښت په واقعی مسير کی تر پلټنی لاندی و پيژنو. په دغه منظور ېو شمېر اصولی مبادی چی د پښتنو د ټولنېز تارېخ ځېنی اړخونه ټاکی دلته  وړاندی کېږی چی په همدغه مېتود باندی به يی نور جدی پلټونکی ښه ترا وڅيړی او د بشپړتيا تر امکانه به پراختيا ورکړی .   د عبدالمجېدرا لېږنه له ډ نمارک څخه  ٢٠٠٦  کال ",د پښتنو د ټولنيز تاريخ مبادي ( لومړۍ خبري ) 1516,," په کابل کې دافغانستان د سترې محکمې د مشر او چارواکو پروړاندې دجرمنى هېواد يوې ميرمنې د اسلام مبين دين ومانه . د دغې ميرمنې نوم چې مخکې يې په جرمني کې له يو افغان سره کوژده کړې وه ، بي بي مريم کيښودل شو او يو ټو ک قران کريم ورته هديه شو .د چارواکو د وينا له مخې د ا ١٢ بهرنۍ وګړى دى چې په کابل کې ، د اسلام په دين مشرف کيږي . ",يوه جرمنى ميرمن مسلمانه شوه . 1517,حقمل," د قندهار او ارزګان د لويې لارد ساتلو قوماندان جنرال شير اقا د خپل کور مخې ته په يوه بمې چاودنه کې سخټ ټپي شو او د درملنې له پاره په بيړه روغتون ته وليږدول شو . چاودنه هغه وخت شوې چې نوموړى قوماندان د خپل کور څخه د وتو پرمهال وو . د پېښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي . ",د قندهاراوارزګان د لويې لاردولتي قوماندان ټپي شو 1518,حقمل," د سرپل ولايت د کوهستاناتو په ولسوالى کې د يو کلى ١٨ کورونه د غره د ډبرو او يوې برخې د ښوئيدو له امله ويجاړ او زيانمن شوي دي.له دې وړاندې په دغه سيمه کې ډيره واوره اوريدلې او د غره د ښوئيدو سبب شوې ده .د ژغورنې ډلې د لارو د تړل کيدو له امله لا سيمې ته نه دي رسيدلې . د سرپل دولتي چارواکو ويلي چې په دغه ناوړه پېښه کې چاته ځاني زيان نه دى رسيدلى مګر يو شمير څاروي اود کر ٣٧ جريبه ځمکه له مينځه تللي دي. له دې نه وړاندې په سرپل کې ١٣ کسانو دورته پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى وو . ",په سرپل کې ١٨ کورونه ويجاړ اوز يانمن شوي دي. 1519,," د کابل د شير پور په گن ميشته سيمه کې نن له غرمې وروسته د حبيب بانک پر يو موټر وسله والو غلو بريدوکړ يو ساتونکۍ يې پر ډزو وواژه او دکروڼا موټر له مينځه يې ٣٢٠ زره امريکايي ډالر لوټ او له ځان سره يوړل . په پېښه کې دو تنه ه نور ټپيان شويدي . له دې نه وړاندې هم په همدغو سيمو کې يو شمير سوداګر وسله والو غلو لوټلي دي . عينى شاهدانو ويلي چې وسله والو غلو د دولتي پوليسو جامې په ځانو کې درلودې او په وسلو سمبال وو .وسله وال غله د پېښې له ځايه تښتيدلي ده.پوليس وايي چې دوى خپلې پلټنې پيل کړيدي . ډيره کابل ښاريان وايي چې دولت او پوليس د ښار په امنيت کې پاتې راغلي او د خلکو ترمينځ داسې ګونګوسي دي چې پوليس او دولتي چارواکي په داډول وسله والو غلاوو کې لاس لري . حبيب بانک يو بهرنۍ بانک دى چې څانګې يې په کابل کې فعاليت کوي. عيني شاهدانو ددغو غلو شمير ٤ او ٦ تنه ښودلي. د پېښې ځاى ته پوليس ډير زر رارسيدلي ،مګر نه دي توانيدلي چې د غلو ډله ونيسي او يايې تعقيب کړي. ",غلو ٣٢٠ زره ډالر لوټ اويو ساتونکى يې وواژه . 1520,حقمل," د کابل ښار د پوليسو پر وينا دغه توغندى تيره شپه د ٨ نيمو بجو په شاو خوا کې د باغ با لا په سيمه کې په يوه ونه لګيدلى دى. ددغه بريد له امله چاته ځاني او مالي زيان نه دى رسيدلى او چارواکي هم نه پوهيږي چې توغندى له کوم لوري توغول شوي دي. ",د کابل ښار د باغ بالا په سيمه يو توغندى لګيدلى دى. 1521,," د بدخشان ولايت د فيض اباد ښار د شپږمې ناحيې اړوند سيمه کې يو ټوليز قبر را برسيره شوي دى چې تراوسه ٦ مړي چې په ډير بد حالت وژل شوي له دغه سيمې څخه پيدا شوي دي. عينى شاهدان وايي دغه مړي ممکن د دغه ولايت د جرم ولسوالى اوسيدونکي وي چې د تنظيمى جګړو په بهير کې د ځايي جګړه مارانو او قو ماندانانو له خوا وژل شوي وو . عينې شاهدانو د عباس قو ماندان نوم ياد کړى او وايې چې په دغه سيمه کې يې فوځي قرارګاه درلوده .تنظيمي جګړې د استاد ربانى د واکمنۍ په مهال شوې چې درنده مرګ او ژوبله يې له ځانه پريښوده . ",په بدخشان کې ټوليز قبرونه پيداشوي دي. 1522,," د کنړ ولايت د ماڼوګى ولسوالى کې د دولت ١٨ مخالف جنګيالى د ملى پخلاينې له پروسې سره يوځاى شوي او وايي چې يو شمير وسلې به هم دولت ته وسپاري . د کنړ والي وايي دغه کسانو له طالبانو او حزب اسلامي سره تړاو درلود اود يوې قومې ناستې وروسته له دولت سره يو ځاى شول او له خپل مخالفت څخه لاس په سر شول .د حزب اسلامى مشر حکمتيار تيره اونۍ په يوه خپره شوي پاڼه کې ويلي وو ، چې د حزب کسان به هيڅ کله له دولت سره يو ځاى نه شي . ",١٨ مخالف جګړه ماران له دولت سره يو ځاى شوي دي. 1523,بېنوا فرهنګي ټولنه," د بېنوا فرهنګي ټولني د دوې مياشتنۍ خپروني ( ښکلا ) پرله پسې نولسمه ګڼه له چاپه را ووته . ( ښکلا ) مجلې په څه د پاسه درې کلن يون کي د هيواد په دننه او بهرنۍ نړۍ کي په زيات شمېر لوستونکي او مينه وال پيدا کړي دي . که تاسو هم غواړﺉ دا مجله په چاپي بڼه ترلاسه کړﺉ ، د ګډون کولو وروسته به هره نوې ګڼه ستاسو دکور پر پته ولېږله شي . يادونه : په هالنډ کي د ( ښکلا ) مجلې د ګډون کلنۍ بيه صِرف دېرش يورو او نورو هيوادونو کي څلوېښت يورو يا د هغه معادل ټاکل شوې ده ( دپوست مصرف د ښکلا د ادارې پر غاړه دﺉ . . د مالوماتو د پاره دا ځای کښېکاږﺉ .   ",د ښکلا پرله پسې نولسمه ګڼه چاپ شوه 1524,حقمل," دالقاعدۀ د ترهګرې شبکې مشر اسامه بن لادن ددوشنبې په ورځ له يوې انترنتي ويب پاڼې په يو نوي خپور شوي پيام کې ويلي چې هيڅکله به ژوندى ونه نيول شي . ده ويلي په عراق کې د امريکا اوسنئ کړنې ددغه هېواد د پخواني ديکتاتور ( صدام حسين ) دمهال په څير وحشيانه کړنې دي.د اطريش تلويزيوني شبکې انترنت پاڼې ددوشنبې په ورځ په يو رپوټ کې ويلي د اسامه بن لادن غږ په يوه ويديوي پټه کې ثبت او يو ځانګړې ويب پاڼې خپور کړى دى. ",بن لادن : هيڅکله به ژوندى ونه نيول شم . 1525,," د امريکا د بهرنيو چارو وزيره کاندو ليزا رايس نن( دوشنبه ) خپل سيمه ايز سفر ،مصر ، سعودى عربستان ، متحده عربي اماراتو او عراق ته پيل کوي . دغه سفر پر داسې مهال کې تر سره کيږي چې په نړۍ کې د وروستيو يو شميرپېښو د راپيدا کېدوله امله د غرب او مسلمانانو ترمينځ کړکيچ مخ پر زياتيدو دىاو دامريکا او غرب سره يې پر اړيکو ناوړه اغيزه کړې ده .په ډنمارکى او يو شمير نورو ورځپاڼو کې د مسلمانانو سپکاوۍ او ددغه ناسم چلند په وړاندې دمسلمانانو قهرجن لاريونونه، په ګوانتانامو او د عراق په ابوغريب کې د بنديانو د زورزياتې رسوايي، له نړيوالو پېښو سره د امريکا دوه ګونۍ دريځ ، په فلسطين کې د حماس د ډلې بريا ، دامريکايي پټو جيلونوشتون او د ايران اتومي لانجه ،هغه داغه نړيوال مسايل دي چې نړيوالو اړيکو ته يې زيان رسولى دى . ",رايس سيمه ايز سفر پيل کوي . 1526,حقمل," يو امنيتي اروپايي چارواکي ويلي : اسرائيل د دې له پاره چې د اسرائيلو عمومي افکار د حماس د برياوو د پايلو څخه لرې وساتي د شارون مړينه يې همداشان پټه ساتلې ده . دالعالم تلويزيونى شبکې دغه لنډ خبر پرته له جزئياتو نن خپور کړى دى. ",العالم : اسرائيل د شارون د مړينې له اعلان څخه ډډه کوي 1527,," د ماليزيا لومړي وزير عبدالله احمد بداوي له امريکا څخه په ټينگه غوښتې چې په کوبا کې دې دګوانتانامو جيل دروازې وتړي. د (برناما )خبري رسنۍ د عبدالله له خولې وايي د امريکا له پاره ښه ده چې دغه جيل وتړي ، ځکه دغه جيل په حقيقت کې د زورزياتى ځاى دى .په دغه جيل کې د نړۍ د مختلفو هېوادونو کم او زيات ٥٠٠تنه وګړي بنديان دي.له دې نه وړاند کوفى عنان هم ورته غوښتنه کړې وه د بريتاينا لومړى وزير توني بلرهم د جيل د تړل کيدو غوښتنه کړې وه . امريکا د غو غوښتنو ته سر نه ټيټوي. ",ماليزيا : دګوانتانامو جيل دې وتړل شي . 1528,," افغان ولسمشر حامد کرزي نن غرمه د تخار مرکز د تالقانو ښار ته په داسې حال کې ورسيد چې کلک امنيتي تدابير نيول شوي وو .کرزي د تالقانو - کشم سړک د جوړولو کارچې ٦٨کيلومتره اوږدوالى او ٧ متره بر به ولري د يو لړ رسمي مراسمواو سترې ناستې په ترځ کې پرانيستو. له کرزي سره په دغه سفر کې د کابينى يو شمير وزيران او دهند او امريکا سفيران ملګرتيا کوي . د دغه سړک د کارپه بشپړيدو سره به د خلکو او ترافيکو د تګ او راتګ په برخه کې خورا غوره اسانتياوې په تخار او بدخشان کې رامينځ ته کړي. د سړک د جوړولو لګښت ٢٥ ميليون ډالر اټکل شوى چې د نړيوال بانک له خوا به وړياورکړل شي. د کار جوړولو دنده يوې هندى کمپنۍ په غاړه اخيستې ده ، چې ١٨ مياشتې به دوام ومومي. ",کرزي د تالقان - کشم دسړک بيا جوړولو کارپرانيست . 1529,حقمل," هند کې د فرانسې د ولسمشر د ژاک شيراک د کتنو او خبرو په دويمه ورځ دغو دواړو هېوادونو په خپلو کې د دوه اړخيزو همکاريو ٩ تړونونه د هسته يي انرژى د پراختيا او ګډ دفاعى پيمان په ګډون لاسليک کړل .شيراک او من موهن سنګ په خپلو کې د دواړو هېوادونو پر اړيکواو يو شمير سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو غږيدلى اوهندله فرانسې څخه د٤٣ وزرو ايربس الوتکو د پيريدو تړون چې ارزښت يې ٢ ميليارد ډالر اټکل شوى هم لاسليک کړى دى . د فرانسې او هندترمينځ د سوداګرى کچه په تيرو ٢ زيږديز کلونو کې تر ٣ ميليارد او ٦٤٠ ميليونو يورورسيدلى وه چې تر ١٠١٠ کال پور ې به د سوداګرى دراکړې ورکړې کچه ١٠ ميليارد يورو ته ورسيږي .له کال ١٩٩١ څخه تر ٢٠٠٥ پورې فرانسې په هند کې يو ميليارد او ٧٤٠ ميليون ډالر مستقيمه بهرنۍ پانګه کارولې ده . ا ",هند او فرانسې په خپلو کې ٩ تړونونه لاسليک کړل . 1530,," د ننګرهار د سپين غر ولسوالى په يو اړوند کلي کې د يو کور مخې ته بمى چاودنه شوې چې له امله يوتن مړ او ٥ تنه نور ټپيان شوي دي . پوليسو ويلي چې دغه پېښه د شخصي دښمنيو له مخې رامينځ ته شوې ده . همداشان په جلال اباد کې د پوليسو د څانګې وياند بينوا ته ويل چې د پى ار ټي په مرسته يې د خوګيانو په سيمه کې د سړک تر څنګ دوه بمونه چې له مخکې خښ شوي وو، له مينځه وړي دي. د يو بل رپوټ له مخې تيره شپه په فراه کې د پى ارټى په فوځي اډه د مخالفو جنګياليو له لوري د توغنديو او هاوانونو بريد شوى دى ، چې د چارواکو پر وينا مرګ او ژوبله يې نه لرله .د دريو واړو پېښو په اړوند څوک نه دي نيول شوي. ",په چاودنه کې يو تن مړ او ٥ تنه ټپيان شوي دي. 1531,حقمل," نن دبغداد د ( الطيران ) په ډګر کې بمې چاودنه شوې چې له امله يې ٤ تنه مړه او ١٤ تنه نور ټپيان شوي دي .شاوخوا ودانيو ته ډير زيان رسيدلى دى. د کاظمين په ښار کې د سپرليو په يو موټر کې چاودنه شوې چې په کې ٦ تنه مړه او يوشمير نور ټپيان شوي دي، د موصول ښار هم يوې چاودنې لړزولى چې له امله ٥ تنه مړه شوي دي. همدا شان امريکايي ځواکونو ويلي چې ٣ تنه عسکر يې د ګزمې پر مهال د يوې بمي چاودنې له کبله د کربلا ښار په جنوب کې ژوبل شوي دي. ",په عراق کې بيا هم درنه مرګ او ژوبله شوې . 1532,حقمل," د روسيې پر وړانديزنن له غرمې وروسته د ايران او روسيې د استاوز ترمينځ خبرې په کرملين ماڼې کې دتړلو دروازو تر شا پيل شوې . مسکو د ايران د اتومى شخړې پر سرايران ته په روسيه کې ديورانيمود غني کولو د يو ګډ مرکز د جوړولو وړانديز ګړى دى . د روسيې ولسمشر پوتين د مسکو او تهران د اتمى خبرو د پايلو غوښتنه کړې ده .له بل لوري ټاکل شوې چې سبا د سه شنبې په ورځ يو امريکايي پلاوى د دغه هېواد دبهرنيو چارو د وزارت د مرستيال نيکلاس برنز تر مشرى لاندى مسکو ته ورسيږي. ",د ايران او مسکو خبرې د تړلو دروازو تر شا پيل شوې 1533,زمری," سو ځیدل دژوندانه دوهم  مفهوم  دی شمعه مړه شي چې له سولو نه شي خلا صه   هر نفس کې هوا سو ځي په سینه کې دنیاتل د نغري دی له اخلا صه   سمندر هم دلمبو اواوریوکان دی لاړشه وپوښته دا راز ته له غواصه   د چا زړه کې چې لمبې دکینې نه وی ټیټه نه ګڼي بخښنه تر قصاصه   د یوه آدم زامن وسول  دې اور ک څه توپیر وو د عوامو له خواصه ؟ ",اور 1534,زمری," د پردیوترقدم لاندې شول مړاوي « دخوشحال دقبر،سره لاله ګلونه »   د انګرېزدپرونیو ماتوغچ کې رېزمرېزشول داکبر- امین سرونه   په دنیا باندې  دبوش دخدايۍ غږ دی دنمرود او دشداد هېر شول یادونه   د افغان دپګړۍ ول په ول خر څېږي غیرت ورک شوو په ننګ مات شول اورمیږونه   ټیټې سترګې،ورانه خوله او پته غاړه پلورل شویو کړل رواج دا ټیټ دودونه   څنګه خوار شودمیرویس او روښان برم نن زمریو ته ګیدړچیچي غاښونه   ",پېغور 1535,زمری," شمعه څه لري بې سره، چې يې ځـــــارکړي په قدوم او قدمونود جانـــــــــــــــــــان کې؟   پتنګ ولې ځان لوګی نه کړي له شمــــعې بې له یاره به څه ژوند وي په جهـــــان کې؟ ",بې یاره 1536,زمری," د ژړا په وخت کې اوښکې توئېدې پرون له سترګو . . . خو، قهقه ده چې جګیږی،نن ژړاسره له خلکو   د ناموس او عزت نوم نه،ځارول سرونه ،ټولو دانومونه لاړل ورک شول، له حیا سره له  خلکو   میړنتوب او باتوري  به تل ،خاصه وه د نرانو خصلتونه شول بدل نن، له  دنیا سره،له خلکو   خواخوږي په چا کې نشته هره خوا د ځان سودا  ده غمخوري ده ورکه شوې له عزا سره،له خلکو   مور د زوی په تېغ حلاله،خور د ورور په ګولۍ مړه ده چې  آدم (ع) دی نن هېرشوی له حواسره له خلکو   سره ټول دښمن،دښمن دي له انسانه لیوه جوړ دی محبت په اورکې سوځي،له وفاسره له خلکو   دروغ زوال وو دایمان  تل،په نظر دهرمومن کې نن ایمان  ده کډه کړې،له رښتیاسره له خلکو   ",نن او پرون 1537,فواد لامع," ليکوال : سنګکي ژباړونکی : فواد لامع د امريکا لويه وچه له خپلو شپږ ديرشو هيوادونو سره يې چې د نړۍ په يوۀ ګوټ کې پرته ده او د سترو سمندرونو په اوبو د نړۍ له نورو وچو څخه جلا کيږي، په بيلابيلو واکمنو سيسټمونو او توپيرناکه اقتصادي کچو سره اداره کيږي. د نړۍ د ستر زبر ځواک په توګه د متحدو ايالتونو شتون او په نوموړې وچه کې د کوم بل پياوړي قدرت نشتوالی، د هغې د جغرافيايي موقيعت په پام کې نيولو سره، امريکا وچې ته داسې يوه بڼه وربښلې چې د دې سيمې د هيوادونو پخپل منځ کې راښکيليدل او له نورو هيوادونو څخه د اړيکو ليرې والی څرګندوي. په دې شرايطو سره د نورو غيرو امريکايي هيوادونو پام ډير لږ ددې سيمې حالاتو ته وراوړي.  پر لاتينې امريکې باندې د متحدو ايالتونو له خوا درنو سياسي او اقتصادې اغيزو ( په ځانګړي توګه له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته )، د نوموړي زبر ځواک په وړاندې ددغې سيمې په هيوادونو کې يو ډول تقابل او يا له هغۀ سره همغږوالی وروزۀ چې زياتره دغو تنکيو فکرونو په دې هيوادونو کې ټاکنې، کودتاوې، انقلابونه، او يو لړ نور جبري بدلونونه راوزيږول. د بيلګې په ډول بوليويا د څو لنډو کلونو په ترڅ کې دوه سوه کودتاوې تر شا پريښودې، الفرد النده له خپلو پنځوس زرو پلويانو سره يې ووژل شو، پينوشه د وينو ويالې وبهولې، نوريګا له خپلې ماڼې څخه لاس تړلی امريکا ته يووړل شو، ارجنټيني پوځيانو دوه لسيزې په وينو او اور کې حکومت وکړ، فيډل کاسټرو او وچه ګوارا چې له متحدو ايالتونو څخه څو ګامه ليرې د کيوبا ازادي بښونکی انقلاب ترسره کړ، پر يو شمير رژيمونو او د لاتينې امريکا د خلکو پر ذهنونو يې دوه ګونې اغيزه وکړه. د کاسټرو رژيم که له يوې خوا يو وحشتناکه خوب وبلل شو، له بلې خوا يې د تلپاتې هيلې لقب هم ترلاسه کړ او په هرې پرتلې سره چې کيڼ اړختوب په دې سيمه کې وځپل شو په هماغه اندازه يې د خلکو ملاتړ هم ترلاسه کړ. د شوروي اتحاد له ړنګيدو او د نړۍ له يو قطبي کيدو وروسته، د امريکا متحدو ايالتونو په يوۀ نوي نړيوال نظم او ګلوبلايزشن سره خپل د يکه تازۍ خوبونه د نړيوال سياست چينې ته تير کړل او لا يې د خپلو خوبونو تفسير سم نه وو لوستی چې نوې ستونزې يې مخته راولاړې شوې.  المان د فرانسې په ملګرتيا خپل اقتصادي سيوری داسې پر اروپا وغوړاوۀ چې هيڅ کوم زبر ځواک ته يې د نوک خښولو ځای هم پرې نه ښودۀ. چين، روسيې، جاپان او هند د پياوړو اقتصادي ځواکونو په توګه په اسيا کې سر راپورته کړ او د ټايوان، سهيلي کوريا او سنګاپور په شان کوچنيو اقتصادي ښامارانو ددې وچې پراخو بازارونو ته لکې وښوروله.خو متحد ايالتونه د عراق په ګړنګ کې په بند پاته کيدو، د القاعدې له ترهګرې شبکې سره په لاس و ګريوانتيا، له ايران او شمالي کوريا سره په نړيوالو ناندرو او له زهران څخه تر اکيناوا پورې د خپلو ځواکونو په خپرولو سره د داسې جنجالونو په يوۀ ډب کې يې پښه ونښته چې خلاصون يې ورته ستونزمن بريښي.متحد ايالتونه په دې پوهيږي چې ډير ژر به له پخو اقتصادي او پوځي زبر ځواکونو سره مخ شي نو ځکه د امريکا په وچه کې يې د خپلو اقتصادي ستنو بنسټيزولو ته پام واووښت او د لومړي ځل لپاره يې له کاناډا او پانامه هيوادونو سره د ( نفتا ) تړون لاسليک کړ. له هغۀ ځايه چې متحد ايالتونه د امريکا په وچه کې د مستقيمو او نامستقيمو ماتو او برياوو اوږد تاريخ لري، له دې مخې د نوموړې وچې د يو شمير نسبتا پياوړو او ټاکل شويو رژيمونو له لوري د متحدو ايالتونو د نفوذ په وړاندې يو ډول کيڼ اړختوب او مقابله راپاڅيده چې دغه اندونه د پرمختګ په بيلابيلو پړاوونو کې لار وهي. متحدو ايالتونو څه موده وړاندې تصميم ونيو چې له کيوبا پرته دامريکا د وچې پنځه ديرش هيوادونه د اروپا ګډ بازار ته ورته په يو اقتصادي بازار کې سره راټول کړي او په همدې موخه ولسمشر بوش د ارجنټين په پلازمينه بوينس ايرس کې ددغو هيوادونو له مشرانو سره وکتل او ددغۀ راز بازار د جوړولو لپاره يې خپلې طرحې وړاندې کړې خو تير يې پر نښان ونه لګيد او دا طرحې يې د برازيل، ارجنټين، يوروګوې، پاراګوې او وينزويلا هيوادونو له سخت غبرګون سره مخې شوې. د وينزويلا ولسمشر هوګو چاوېز چې يو تندلاری کيڼ اړخی دی وويل چې د دغۀ راز بازار له جوړولو څخه د امريکا موخه ددې هيوادونو پر اقتصادي زړونو باندې د امريکايي کمپنيو د درنو خپړو لګول دي او زياته يې کړه چې دی به د متحدو ايالتونو له استثماري سياستونو سره مقابله وکړي او د امريکا امپرياليزم به په وېنزويلا کې ښخ کړي. ه بلې خوا د بوليويا په ټاکنو کې د موراليس په نامۀ له چاويز څخه لا يو بل سخت دريځه کيڼ اړخی واک ته ورسيد او په ډاګه يې کړه چې نوموړی پخپل ذهن کې د کيوبا او کاسټرو په شان خوبونه پالي. په ورته وخت کې په چيلي کې ددې هيواد د يو ستر کيڼ اړخي اعدام شوي مشر الفرد النده لور د واک پر ګدۍ کيناسته. د چيلي د نوې ولسمشرې پلار النده په کال 1974 کې د سي ای اې په مرستې د پينوشه له خوا وژل شوی دی.په ټوليزه توګه په لاتينه امريکا کې د حکومتونو دغه دوه ستر بدلونونه له متحدو ايالتونو سره د کيڼ اړخو د مبارزې لاره لا پسې هواروي.لاتينه امريکا چې د استبداد او خونړيو کودتاوو يوه وحشتناکه سيمه ده، په کولمبيا، چيلي، کيوبا، نيکاراګوا، پيرو او بوليويا هيوادونو کې له پياوړو کيڼ اړخيزو غورځنګونو سره مله ده چې اوس دغه غورځنګونه د پټو سازمانونو، وسله والو مبارزو، تښتولو او برمته نيولو له کچې څخه د خلکو له خوا د کيڼ اړخو دولتونو تر ټاکلو پورې پرمختګ کړی او هغه کيوبا چې د شوروي اتحاد له ړنګيدو وروسته انزوا ته ښکل شوې وه، ورځ په ورځ يې د امريکا په وچه کې يو غوره موقيعت او لارښوونکی دريځ خپل کړ، ان تر دې چې ښايي تر يو بريده په دې وچه کې متحد ايالتونه انزوا ته نژدې کړي. کيڼ اړختوب چې د شوروي اتحاد له ړنګيدو وروسته يې په خواشينوونکې توګه خپل محبوبيت له لاسه ورکړی وو، دادی اوس د متحدو ايالتونو تر ږيرې لاندې ورځ په ورځ غوړيږي او هغې بې وزلۍ، اوزګارتيا، بروکراسي، نيشه يي توکو او استبداد ته په پاملرنې سره چې د اسيا وچه پخپلو منګلو کې زبيښي، القاعده، ايران، طالبان، حماس او حزب الله هم له خپلو بنسټ پالو او فاشيستي سياستونو او له معاصر مډرنيزم سره له مقابلې او د بې ګناه وګړو له وژنې پرته کوم بل کار پر مخ نه بيايي.په دې توګه مذهب پلوه بنسټ پالې ډلې چې په 70 او 80 لسيزو کې له ځواکمنې جاذبې څخه برخمنې وې، ورځ په ورځ خپله جاذبه بايلي، ستنې يې سستيږي او د خلکو له کرکې سره مخ کيږي. وروستۍ پوښتنه چې راولاړيږي هغه داده چې ايا په لاتينې امريکا کې ځواکمن او پياوړی کيڼ اړختوب به ډير ژر د اسيا په وچه کې هم خپله لمنه پراخه نه کړي؟ ", کيڼ اړختوب په لاتينې امريکا کې 1538,حقمل," د مدني ټولنو اتحاديې د يوې ناستې په ترځ کې د غبرګولي ٣٠ د افغانستان د سولې د ملي ورځې په نوم ونوموله ، چې پس له دې به هرکال دغه ورځ د بيلا بيلو فرهنګى ، ورزشي او ټولنيزو نندارو ، لاريونونو،ادبى ناستو، فلمى ، شعرى ، داستاني او ورزشي سياليوسره ونمانځل شي ، چې غوره گتونکي به يې نغدي جايزې تر لاسه کړي . ",په افغانستان کې د سولې ملي ورځ وټاکل شوه . 1539,حقمل," په پلازمينه کابل کې د آريانا ټلوېزيون د يو رپوټ له مخې د ولسي جرګې غړې ملالۍ جويا په دې وروستيوکې له هېواد نه په بهرنيو سفرونو وتلې چې تېره اوونۍ د کاناډا هېواد ته رسېدلې او هلته يې د کاناډا پارلمان ته وينا اورولې ده ، جويا په نړيوالې ټولنې غږ کړى چې د کرزي په حکومت زور راوړي ترڅو هغه کسان د محاکمې مېز ته را کش کړي کوم چې په بشري حقونو يې تېرى کړى دى .دغه راز نوموړې له نړيوالې ټولنې دا غوښتنه هم کړې چې خپلې ژمنه شوې مرستې په داسې چارو ولګوي چې د عامو افغانانو ګټې پکې نغښتې وي نه د قدرت لرونکو کسانو .د دغه استازې نيغه ګوته په ملي شورا او دولت کې يوشمير پخوانيو جګړه مارانو ته نيول شوې ده . ",جويا يو ځل بيا دبشري حقونودسرغړوونکو محاکمه وغوښته 1540,خالد هادي حيدري," خالد هادي حيدري : يوشتمي پيړۍ ته موږ د پښتو پالو د خوځښت پيړۍ هم ويلای شو دا په دې مانا چي پښتنو په دې پيړۍ کښي داسي نه جبرانيدونکي تکانونه وخوړل چي ان ددوی خوبولي زړونه ېې هم را ويښ کړل ، اوس پښتانه تر ډيره د خپلي ژبي او کلتور د ساتلو او راژوندي کيدو په فکر کښي دي . ښايي زما دا خبره ځيني استدلال کونکي راسره ونه مني . ولي دا يو تاند او نازک حقيقت دی چي موږ ئې نن ورځ په بيلابيلو برخو کي د پښتو د پايښت لپاره وينو . دا سمه خبره ده چي جګړه او مهاجرتونه د يو هيواد اقتصادي ، تاريخي ، ژبني ، کلتوري او ټولينز جوړښتونه د زوال سره مخامخ کوي خو جګړې او مهاجرتونو په موږ کښي ډير داسي استعدادونه هم وروزل چي دپښتو په پايښت کي ستر رول لوبولای شي ځکه زموږ زياتره پښتانه په پرديو هيوادو کي د پرديو ژبو او پرديو کلتورونو سره اشنا شوي دي ضمناً ئې د نړوالتوب ( ګلوبلايزشن ) عادتونه هم را خپل کړه . چه دا په خپل ذات کښي د پښتو پرپايښت مستقماً اغيزه شندي البته تر منفي اغيزو ئې مثبتي اغيزې ډيري ارزښتمني او د پام وړ دي ،په تيرو څو کلونو کښي پښتو ته دبيلابيلو ژبو دعلمي او تحقيقاتي اثارو په ژباړو کښي د پام وړ زياتوالې راغلی دی ، بل لورته پښتو په لومړي ځل د انټرنيټ او کمپيوټر پر دنيا خارپوړي پيل کړې دي ، که څه هم نوري وروسته پاته ژبو مخکي له مخکي دا کار کړی و او په ڼيت کښي ئې ځانته ارتي نړۍ جوړي کړي وي ، ولي د پښتو دغه حرکت او جنبش موږ ته ځکه د پام وړ دی چي دا په خپله راتلونکي نسلونه ته اساس او بنسټ ګرزي . او دا کارد همدې ناخوالو او مهاجرتونويو ډول ثمره ګڼلای شو.هم دا اوس چي ورته ګورو پښتو په تيرو څو کالو کښي په انټرنيټ کښي زياتي لاسته راوړني لري ، چي په ليدوئې هر پښتون هغه دچا خبره باغ باغ کيږي . که څه هم موږ په پښتو کښي څو د ګوتو په شمار ويب پاڼي لرو خو دخلکو د پښتو ويب پاڼو د لرولو تلوسې او د ليدونکو شمير دا ښيي چي په نږدې راتلونکي کښي به دا لړۍ نور هم زور واخلي . زما يو ملګری چي  احمدولي اڅکزی نوميږي او د قاموسونو ويب پاڼي مسول چلونکی دی راته وويل چي په تيرو درو مياشتو کښي ئې څلور زره کمپيوټرونو ته وړيا پښتو په انګليسي او پښتو په فرانسوي کمپيوټري قاموسونه ليږدولي دي او په اوو نورو قاموسونو لګيا دی تر څو پښتنو ته ئې وړاندي کړي . په رياضي کښي ويل کيږي چي هر عدد د سفر څه شروع کيږي نو اوس هم ويلای شو چي پښتو ويب پاڼي په لومړني پړاو کښي دي او انشاء الله دا شميره به ورځ تر بلي ورځي لوړيږي . يو شی چي زه ئې دې يادوني ته اړ کړم هغه د لمړني پښتوبلاګ جوړيدل دي موږ زيات افغاني ويبلاګونه په انګلسي او نورو ژبو درلودل ولي په پښتو کښي دا کمي له ډيره وخته موجوده وه ، په اڼترنيت کښي هر ژبه په سلګونه زره بلاګونه لري خوپه پښتو کي لومړنی بلاګ د افغان ولسپال ځوانانو د ټولني په ويب پاڼه ( اوربل تکی کام ) کښي را څرګند شو دا بلا ګ چي د نويد ژورنال په نوم ياديږي په لومړي ځل په ازاده او شخصي توګه معلوماتي او ژورناليستکي ليکني خپروي . د افغان ولسپال ځوانانو د مشرتابه د جرګه ګۍ مرستيالي نظفه غزل راته وويل چي د دوی ټولني په انټرينټ کښي دخپلي پاڼي ځای ( space) ترپخوا هغې سل ځله غټ کړی دی او په پام کښي لري چي افغان ليکوالو او ژورناليستانو ته په سلګونه وړيابلاګونه ور جوړ او په واک کښي ورکړي ددې ترڅنګ د داستانونه  ويب پاني چلونکوهم داستاني اثارو د ليکوالو لپاره په پام کښي لري چي ځانګړي ويبلاګونه جوړ کړي .زما په اندکه دا پديده په پښتو کي پر کار واچول شي  نو دابه له يوې خوا د ليکوالو د افکارو او پنځونوپه رابرسيره کولو کي غټه مرسته وي اوبل لور ته به پښتو په پراخه کچه انټرنيټ ته لاره پيدا کړي . د پښتو ژبي د لا ودي او پرختيا په هيله ",په انټرنيټ کښي لومړنی پښتو بلاګ 1541,,"   نن ورځ دننگرهار پوهنتون په سلگونو تنو محصلینو په جلال اباد ښار کې دډنمارکۍ ورځپاڼې دغندلو پرموخه چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته منسوب کارتونونه یې خپاره کړي لاریون وکړ. مرگ په بوش او دډنمارک پر لومړي وزیر، ژوندی دې وي اسلام او ژوندی دې وي حکمتیار شعارونه ورکول. دوی له حکومته غوښتل ترڅو له ډنمارک سره اړیکې وشلوي. ",دډنمارکۍ ورځپاڼې پر ضدجلال اباد کې لاریون وشو. 1542,حقمل," د پاکستان او چين ولسمشرانو جنرال پريز مشرف او هوجين تايو د دواړو هېوادونو د لاټينګښت په موخه تيره شپه په پکن کې د همکاريو ١٣ مختلف تړونونه د انرژى، کرنى او دفاعى برخو کې په خپلو کې لاس ليک کړل .دواړو مشرانو د دوه اړخيزو اړيکو د پراخيتا غوښتنه وکړه. چين به ٣٠٠ ميليون ډالر پور اسلام اباد ته د زلزله ځپلو سيمو د بيارغاونې په موخه د پاکستان په واک کې ورکوي . ",پاکستان او چين په خپلو کې ١٣ تړونونه لاس ليک کړل 1543,," په هغه ستر لاريون کې چې د دوشنبې په ورځ د نايجريا په شمال شرق د (مايدو ګوري ) په ښار کې د ډنمارک پر ضد وشو، ٤٥ تنو لاريونکونکو خپل ژوند له لاسه ورکړى دي . د نايجريا ورځپاڼو نن ليکلي چې د مسلمانانو په دغه قهرجن لاريون کې ٤٦ کليساوې ، ٢٢ موټر او ٤٠ پلورنځي سوي دي . همداشان پوليسو ١٤٤ تنه لاريون کونکي نيولي دي. دغه ستر لاريون د يورنو د اسلامى امت ټولنې له خوا رابلل شوى وو.پوليس هڅه کوي چې د ورته لاريونو مخه ونيسي . ",٤٥ تنه لاريون کونکي په نايجريا کې وژل شوي . 1544,," جلالزی = کابل طالبان وایي د خپلو پوځي زدکړو سيډیگاني به ژر تر ژره د اسلام پلوو ځوانانو په واک کښي ورکړ  د طالبانو یو تن سیمز قوماندان د افغانستان او پاکستان تر منځ په قبایلي سیمه کښي دا ټکي د نیوزویک مجلې ته څرگند کړي دي . نوموړي ویلي د طالبانو مشر ملا عمر دوی ته امر کړی چه ژر تر ژر دي دي دا سیډي په سلګونه زره کاپي برابري او خپرولوو ته چمتو کړي . د دی سیدیانو د برابرونی سیمه د افغانستان سویلی ولایتونه په نسه شوی دی . د طالبانو دې قومندان دې ته هم اشاره کړې چه په دې فلمونو کښي به د ځانمرگو بریدو او وروته نورو بریدو د زدکړي لاري چاري هم هغو ځوانانو ته ور وښیی چه د امریکا او د هغه د پلویانو په وړاندي د جگړې خیال ورسره وي . ویل شوي چه دا فلمونه به د افغانستان پاکستان عراق او د عربو د سمندرگي تر څنگ د پرتو ځوانانو په واک کښي ورکړه شی . ",طالبان د فوځي زده کړواوځانمرګوبريدوفلمونه راباسي 1545,," جلالزی = کابل د سپیني ماڼۍ چارواکو ویلي چه جورج ډبلیو بوش به د رواني میلاديی میاشتي پر 28هند پاکستان او افغانستان ته سفر وکړي . ویل شوي چه ښاغلی بوش به په دې سفر کښي د هند له لمړي وزیر د پاکستان له ولسمشر او په افغانستان کښي د خپلو ځواکو له اډو نه لیدنه وکړي . د بوش د سفر دقیقه نیټه افغانستان ته نه ده په گوتو شوې خو کیدای شي چه د مارچ د میاشتي په لمړي کښي یې د سپرلۍ الوتکه د لمړي ځل لپاره د افغانستان په فضایي حریم را وڅرخي . دا له ډیرو کلو راهیسي د امریکا لمړی جمهور ریس دی چه له افغانستان نه یې د لیدني خبرونه خپاره شوي دي ",د امریکې ولسمشر افغانستان ته هم سفر کوي 1546,حقمل," اټکل کيږي چې هند به د انرژى په برخه کې دخپلو اړتياوو دپوره کولو په موخه له ترکمنستان څخه د افغانستان له خاورې پاکستان ته د غازو د نل ليکې د ليږد له طرحې سره يو ځاى شي .د هندوستان د نفتو او غازو وزير ويلي ، د دغې طرحې د رسمي پخلي له پاره ٩٠ ورځې وخت لري . ده ويلې د هند کابينې د تصويب وروسته به دغه طرحه د ( ترکمنستان ، افغانستان ، پاکستان او هند) پو نوم ياده شي . يو بل هندي چارواکي ويلي د ايران، پاکستان او هند د طرحې د اجرا په پرتله دغه طرحه چې د اسيايي بانک ملاتړ له ځان سره لري ، ډيره هوسا ده او د امريکايي او اوروپايي شرکتونو د بنديز له خطر سره به مخامخ نه شي .هند د دغې طرحې په نهمه ناسته کې ګډون وکړ .دغه ستره پروژه ٣ اعشاريه ٥ ميليارد ډالر لگښت لري ، چې له ترکمنستان څخه د پاکستان تر ملتان پورې ٢ اعشاريه ٩ ميليارد ډالر او له هغه ځاى څخه بيا د هند تر پولو پورې ٦٠٠ ميليون ډالر لگښت پرې راځي .له ترکمنستان څخه تر ملتانه ١٢٧٢ کيلومتر اوله ملتانه د هند تر پولې ٦٤٠ کيلومتره اوږدوالى لري. ",هند به د غازو د نل ليکې د طرحې سره يو ځاى شي . 1547,,"   تیره شپه دهلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ یو ښوونځی دنامعلومو وسلوالو له لورې سوځول شوی تردې دمه کوم لوري یې پړه په غاړه نده اخیستي. ",هلمند کې یو ښوونځی سوځول شوی. 1548,,"   دامریکا دبهرنیو چارو وزیره ډاکټر کاندولیزا رایس نن منځني ختیځ ته په پنځه ورځنی سفر تلونکې ده چې مصر ته به ورسیږي. نوموړې به له عربو وغواړي ترڅو له حماس سره په اړیکو وغږیږي. ",ډاکټر رایس مصر ته تلونکی ده. 1549,حقمل," د استراليا فدرال دولت د افغانستان د بيارغانې د بهير سره د مرستې په موخه نن د ٢٠٠ عسکرو د ليږلو خبره منلې ده . د دغه هېواد لومړي وزير جان هاوارد نن ويلي ، چې د استراليا کابينې د راتلونکې جولاى مياشت په وروستيو کې افغانستان ته د عسکرو له استولو سره موافقه کړې ده . ده د عسکرو دخدمت موده دوه کاله ويلې .له دې نه وړاندې استراليا ١١٠ عسکر او دوې چورلکې په افغانستان کې لري . ",استراليا ٢٠٠ نور ځواکونه افغانستان ته استوي . 1550,," ", 1551,," ", 1552,حقمل," د افغانستان ، ايران او تاجکستان دبريښنا وزيرانو پس له يوې درى اړخيزې ناستې نن د تاجکستان په پلازمينه دوشنبه کې افغانستان ته د بريښناد ليږد او له هغه لارې ايران او پاکستان ته ،د بريښنا درى اړخيزه اودوه اړخيزه دوه تړونونه لاس ليک کړل . دغه ٣٣٠ ميګاواټ پروژه به ٤ کلونه وخت ونيسي چې لګښت يې څه کم ٣٠٠ ميليون ډالر اټکل شوى دى .د افغانستان د بريښنا وزير اسمعيل خان د لاسليک پر مهال ويلي بريښنا نن په سيمه کې په خپلو کې د ٤ مسلمانو هېوادونود نښلول کېدو وسيله وګرزيده . د تاجکستان د بريښنا وزير جوره بيګ محمد اوف وويل :لومړى تړون دافغانستان او تاجکستان او ورسته درى اړخيزه تړون د تاجکستان ، افغانستان او ايران د چارواکو ترمينځ لاسليک شو . د تاجکستان د ( راغون) او سنګ تودې (١) او (٢ ) د بريښنا له تاسيساتو څخه به بريښنا يادشويو هېوادونو ته وليږدول شي .دا مهال يوازې ٦ فيصده افغانان بريښنا لري . ",د بريښنا درى اړخيزه تړون په دوشنبه کې لاسليک شو 1553,حقمل," د امريکا د يوتاى ايالت فدرال محکمې د دوشنبې په ورځ په ګوانتانامو جيل کې د يو بندي پلار د ١٠٣ ميليون او ٦٠٠ زرو ډالرو په ورکړې محکوم کړ.د محکمې د قاضى ( پل کاسيل ) د حکم د صادريدو له مخې (احمد سعيد خضر) بايد ٩٤ ميليون او ٥٠٠ زره ډالر د يو امريکايي عسکر ( کريستوفر سپير) کورنۍ ته ،چې په کال ٢٠٠٢ کې په افغانستان کې ووژل شو ،ورکړي .د دغه حکم له مخې ٨ ميليون او ١٠٠ زره ډالر بايد (ين موريس) ته چې يوه سترګه يې په افغانستان کې له لاسه ورکړې ده ، ورکړي. د احمد زوى ( عمر حضر ) په ١٥ کلنۍ کې په افغانستان کې په دوو امريکايي عسکرو دلاسى بم بريد وکړ چې له امله يې يو مړ او يو بل خپله سترګه له لاسه ورکړه.قاضي د عمر پلار په دې تورن کړ ى چې زوى يې هڅولى چې د القاعدۀ ډلې سره يوځاى شي .عمر چې د کانادا د تورونتو ښار کې پيدا شوى،اوس ١٩ کلن دى . تيرجون په ګوانتانامو کې په يوه ځانګړې محکمه کې محاکمه شو . ",په ګوانتانامو کې د يو بندي د پلار محاکمه 1554,بلال احدیار -اسلامیه کا لج پېښور," اوښکې مې بېا نن په بڼو زنګیږي لپې بهیږي په قطرو زنګیږي   نن مې د زړه کور ته راځې او که نه؟ ژوند مې په لار د جنازو زنګیږي   صوفي ته ګوره چې یزدان یادوي څنګ ښکلې ښکاري په تسپو زنګیږي   ورته خوبونو کښې دوزخ راغلې ذاهد نن ځکه په توبو زنګیږي   پرون یې چغې د تقوا وهلې شیخ نن پخپله په پیالو زنګیږي   رندان خفه دي میخانې ړنګې شوې ساقي په غم د پیمانو زنګیږي   حرم زړګې مې نن د یار کوڅه کښې چاته ټیټ شوې په سجدو زنګیږي   ژونده مقام ته د جنون مې بوځه بلال د اور په سرو لمبو زنګیږي                 ", غزل 1555, احمدولي اڅکزی ، المان,"   احمدولي اڅکزی ، المان دهر مېلادي کال دفرورۍ د مياشتي په 21 نېټي په ټوله نړۍ کښي دمورنۍ ژبي نړۍ واله ورځ لمانځل کيږي. د 1999 مېلادي کال د نوامبر په مياشته کښي د يونيسکو عامي غونډي پرېکړه وکړه چي د فروري 21 نېټه به د مورنۍ ژبي نړۍ واله ورځ وګرځول شي. د مورنۍ ژبي نړۍ واله ورځ په لومړي ځل په 2000 مېلادي کال کښي ولمانځل شوه. د 2001 مېلادي کال دمورنۍ ژبي د نړۍ والي ورځي په مناسبت، د ملګري ملتونو منشی کوفي عنان وويل چي په نړۍ کښي د پاتو 6000 ژبو خوندي ساتل بايد لومړيتوب ولري. ولي د فروري 21 نېټه؟ په يونيسکو کښي د 28 نورو هيوادونو تر څنګ د بنګله دېش هيواد د استازو په غوښتنه دفروري 21 مه نېټه، د مورنۍ ژبي د نړۍ والي ورځي په توګه وټاکل شوه. د 1952مېلادي کال د فرورۍ په 21 مي نېټي په ختيځ پاکستان کښي پوليسو پر يوه لاريون باندي ډزي وکړې، چي په نتيجه کښي يه 5 محصيلينو خپل ژوند دلاسه ورکړ. دغه لاريون دپاکستاني حکومت د هغي فيصلې پر ضد راوتلی و، دکومي له مخي چي اردو ژبه د ټول پاکستان يوازنۍ ملي ژبه ټاکل شوې وه. پداسي حال کښي چي د هغه وخت په پاکستان کښي دنفوس يوازي 3 په سلو کښي په اردو ژبه خبري کولې او دهغه په مقابل کښي د پاکستان 56 په سلو کښي نفوس په بنګالي ژبه خبري کولې، دغه پرېکړه يوه ستونزمنه پرېکړه وه. تاريخپوهان وايي چي د همدغي ناوړي پرېکړي پر بنسټ په 1971 مېلادي کال پاکستان ديوې خونړۍ کورنۍ جګړې وروسته پر دو برخو ووېشل شو. د شيخ مجيب الرحمن په مشرۍ بنګله دېش د پاکستان نه خپلواکي تر لاسه کړه. د پاکستان د وېشل کېدو وروسته هم د پاکستان په ژبنيزي پاليسۍ کښي تر اوسه کوم لوی تغير ندی راغلی او دغه هيواد د نورو ژبو لکه بلوڅي او  پښتو د پرمختګ مخه نيسي. پاکستان و بلوڅي او پښتو ژبو ويونکوماشومانو ته دغه حق نه ورکوي چي په خپله مورنۍ ژبه زدکړي وکړي. په سلو کښي 50 ژبي د له منځه تلو د ګواښ سره مخامخ دي په نړۍ کښي 6000 ژبي ويل کيږي. پدغه ژبو کښي50 په سلو کښي د له منځه تلو د ګواښ سره مخامخ دي. په 21مه فروري 2002 کښي يونيسکو د (Atlas of the World's Languages in Danger of Disappearing) په نامه د هغو ژبو ليکلړ راوايستی چي ددغه مؤسسې په آند د له منځه تلو د ګواښ سره مخامخ دي. پدغه ليکلړ کښي دپښتو ژبه هم ځای پر ځای شوېده.  پښتو پښتو د پښتنو ژبه ده چي د هندو اروپايي ژبو د کورنۍ سره تړاو لري. دغه ژبه د دري تر څنګ د افغانستان ملي ژبه ده. په ټوله نړۍ کښي دهغو وګړو شمېر چي پښتو يه مورنۍ ژبه ده، څه باندي 60 مليونه اټکل کيږي. پدغو وګړو کښي يوازي 18 مليونه په افغانستان کښي او 21 مليونه په پاکستان کښي ژوندکوي. په هندوستان کښي د پښتنو شمېر 24 مليونه اټکل شوی په کومو کښي چي زياتو خپله ژبه د لاسه ورکړې.  دپښتو ستونزي پښتو ژبه نه يوازي په نړۍ واله کچه بلکه د خپلو ګاونډيو ژبو په پرتله يوه ډېره شاته پاتې ژبه ده. پداسي حال کښي چي پدغه ژبه کښي ډيري لهجې شتون لري پښتانه تر اوسه پدې نه دي توانېدلي چي دليک لوست لپاره پريوه سټېنډرډ پښتو متفق شي. په نړۍ واله کچه پښتو او دپښتو آثار چي زياته برخه يه شعر دی، ډېر کم پېژندل شوي. دپښتو ژبي ويونکي تر اوسه دې ته اړ دي چي د عصري زدکړو لپاره د نورو ژبو نه کار واخلي ولي چي په پښتو کښي د ساينسي او عصري علومو آثار پر هيڅ شمېرل کېدلای شي. پدغه ژبه کښي د ژباړي ستره اړتياليدل کيږي خو دغه کار پدې ستونزمن دی ولي چي په پښتو کښي تر اوسه معياري سيندونه يا قاموسونه شته والی نه لري او نه پدغه ژبه کښي يو پياوړی پوهنغونډ شته دی. دغېر پښتنو لپاره د پښتو زدکړه يوستونزمن کاردی، ولي چي پدغه ژبه کښي داسي آثار ډېر لږ دي، کوم چي دغېر پښتنو لپاره دپښتو زدکړه آسانه کړي. په تيرو قرنونو کښي په ملينونو پښتنو خپله ژبه د لاسه ورکړې . پدغه پښتنو کښي د هندوستان پښتانه يادولای شو چي شمېر يه د 24 مليونو په شاوخوا کښي اټکل کيږي. په پاکستان کښي ژوند کونکي پښتانه د اردو ژبي تر تأثير لاندي او زياتره يه په پښتو ليک او لوست نه شي کولای. په افغانستان کښي ژوند کونکي زياتره پښتانه په دري ژبه پوهيږي او د غير پښتنو سره د مکالمې پر وخت د همدغي ژبي نه کار اخلي. پخوا يوازي پښتو اود څلورو کالو راپدېخوا دري هم د افغانستان ملي ژبه ده، خو عملا پښتو په اداري ډګر کښي هيڅ ځای نه لري. د افغانستان په زياتو پوهنتونو کښي په دري ژبه ښوونه کيږي اوپه زياتوولاياتو او همدې ډول په پلازمېنه کابل کښي ټوله اداري کارونه په دري تر سره کيږي. پداسي حال کښي چي د دري ژبي ويل ډېر عصري ګڼل کېدل، د افغانستان زياتو پښتنو مامورينو او چارواکو په کور کښي هم دري ژبه ويل چي وروسته يه اولادونه يوازي په دري ژبه خبري کولای شوای. په همدې ډول د هغو پښتنوزياتره اولادونه په پښتو خبري نه شي کولای چي مېندي يه د نورو ژبو سره تړاو لري. هغه ځوانان چي د جګړې پر وخت د افغانستان په ګاونډي هيوادونو اويا لوېديځه هيوادونو کښي ږېږېدلي او يا لوی شوي، هغه په خپله ژبه ليک او لوست نه شي کولای. زيات دغسي ځوانان او پېغلي شته چي حتی په خپله ژبه خبري لا نه شي کولای. زيات شمېر هغه پښتانه ليکوالان چي د افغانستان نه دباندي ژوند کوي او خپل ټوله ژوند يه پښتو ته وقف کړی، حتی هغه پدې ندي توانېدلي چي خپلو اولادو ته پښتو ليک او لوست ورزده کړي. همدا وجه ده چي دغه ځوانان او پيغلي د يوې ستر ي هويتي ستونزي سره لاس او ګرېوان دي. بعضي تنقيد کونکي وايي چي د پښتو لپاره خدمت دکوره پېليږي معنا دا چي د مقالو او کتابو ليکلو نه مهمه خبره و خپلو اولادو ته د پښتو ليک او لوست ورزده کول دي. څوک چي خپل اولاد ته پښتو ورزده نه کړای شي هغه د پښتو نور خدمت هم نشي کولای.  دپښتو رېناسانس تېر کلونه ښيي چي پښتو په ډېر چټک او لوی ګامونو و ودي ته مخه کړې. هيڅکله دپښتو دومره زيات شمېر کتابونه د چاپه نه وه راوتلي لکه په تيرو څو کلونو کښي چي چاپ شوي. د افغانستان د اوږدمهالي جګړې په جريان کښي نه يوازي پښتو شعر بلکه پښتو نثر داسي وده کړې چي ثاری يه نه موندل کيږي. دپښتو دژباړي په برخه کښي هم په لږ وخت کښي ډېر څه شوي. نوي پښتانه ځوانان او پېغلي چي په عصري علومو او نويو ژبو سنبال دي، د پښتو لپاره چوپړ وهي. په همدې ډول پښتو په تيرو کلونو کښي و نوي تکنالوجي ته لاره موندلې او د نورو ژبو سره د سيالۍ په درشل کښي ده.  ",پښتو او د مورنۍ ژبو نړۍ واله ورځ 1556,حقمل," په پارلمانى چارو کې د دولت وزير فاروق وردګ وويل چې په راتلونکي دوشنبه ، په کابل کې د٣٤ ولايتونود ولايتي شوراګانو دغړو درى ورځنۍ سيمنار جوړيږي .په دغه سيمنار کې به د کاري طرزالعمل په چارو کې دبلدتيااو يو شمير نورو کاري ستونزوپه اړوند خبرې وشي . ده وويل د ناستې له پاره مخکيني تياري نيول شوي او ٤٢٠ تنه به په دغه ناسته کې برخه واخلي . ده ياده کړه چې له ولسمشر کرزي سره به هم ددوى کتنه وشي .دا ناسته په داسې مهال کې رابلل کيږي چې د ولايتي شوراګانو اکثريت غړي د خپلو تنخواګانو د کمښت، ددولتي چارواکو د نه همکارى اويولړ نورو ستونزو په اړوندپرله پسې شکايت کوي . شوراګانولا تراوسه دا سې څه نه دي کړي چې ولس دې ترې نه هوساوي . ديو غړي مياشتنۍ تنخوا لس زره افغانۍ ده چې د يو شمير پر وينا دولسي جرګې د غړو په پرتله دا ډيره کمه ده. ",د ولايتي شوراګاتو د غړو پراخه ناسته جوړيږي . 1557,حقمل," د هغه تړون له مخې چې د رغتيا ، نيشه يي توکو سره د مبارزې وزارتونو او د (يوان ډي سي) چارواکو ترمينځ نن په کابل کې لاس ليک شو ، د افغانستان د بلخ ، کندهار، هرات، بدخشان،ننګرهار،او کابل په ولايتونو کې به پر نيشه يي توکو باندې د روږدو کسانو د درملنې له پاره ٦ افغان روغتيايي مرکزونه جوړ شي .د رغتيا وزير وويل ډيره افغان کډوال چې له بهر څخه افغانستان ته راستنيږي په نيشه يي توکو روږدي دي. د يوسرشميرنې له مخې دامهال يو ميليون روږدي کسان په افغانستان کې شته . ", د روږدو کسانود درملنې له پاره مرکزونه جوړيږي . 1558,حقمل," د هند دلکنهو په ښار کې د ٣٠ اسيايي هېوادونود تيکواندو په سياليو کې افغان تيکواندويانو د سرو زرو د ١٥ مډالونوپه ترلاسه کولو سره لومړۍ مقام خپل کړ. همداشام دوى د سپينو ٤ او د ژيړو ٤ مډالونه هم ترلاسه کړل . دويم او دريم مقامونه د هند او ماليزيا ورزشکارانو وګټل . د افغان ورزشکارنو سيالۍ په ٨ وزنونو کې ترسره شوې . همداشان د افغان کرکټ ډله د کويټ په سياليوکې تر دم ګړۍ ښه ځليدلې او پرمخ روانه ده . ",افغان تيکواندويانو لومړۍ مقام وګاټه . 1559,,"   له غیرو مسؤلو وسلوالو دوسلو راټولولو پروگرام یا ډایاگ چارواکي وایي چې سبا په شبرغان کې ازبک جنگي مشر جنرال عبدالرشید دوستم دهغې غونډې په ترڅ کې چې دازبک شاعر امیر علي شیر نوایي په اړه جوړیږي، خپل ملاتړ دډایاگ له پروگرام څرگند کړي. دډایاگ چارواکي وایي دملي دفاع وزارت مرستیال یوسف نورستانی به غونډې ته ورشي ویل کیږي چې یولړ درنې اوسپکې وسلې به جنرال دوستم او دهغه قومندانان دډایاگ پروگرام ته وسپاري. دډایاگ پروگرام په ٢٠٠٥ دجون په میاشت دولسمشر مرستیال خلیلي مشرۍ پیل شوی چې تردې دمه یې ١٧٧٢٤ میله وسلې یې ټولې کړي. ",جنرال دوستم به د ډایاگ له پروگرام څخه ملاتړ اعلان کړي. 1560,حقمل," د (بشري حقونو لومړۍ ) ډلې د رپوټ له مخې د ٢٠٠٢ کال نه راپديخوا څه ناڅه ٢٠٠ بنديانو په عراق او افغانستان کې د امريکا په جيلونو کې خپل ځانونه له لاسه ورکړي دي.د رپوټ له مخې په ٣٤ پېښو کې په عمدى يا دنه پاملرنې له مخې مړينه تر سره شوې ده .ويل کيږي د وژنې ١١ شکمنې پېښې شته او د ٨ نه تر ١٢ بنديان د وژنې ترپولې ډبل شوي دي .د امريکا ددفاع وزير بي بي سي ته ويلي چې دا ډول رپوټ يې نه دى ترلاسه کړى .د رپوټ پر بنسټ کم ليدل شوي ،چې ددغو سرغړنو په خاطر تر پوښتنو لاندې څوک راغلي وي ،او که وي ،نو جزايې سپکه وه . ",د امريکاپه جيلونو کې د بنديانو د مړينې نوى رپوټ . 1561,حقمل," د ولسي جرګې ١٨ گوني کميسيونونه به د روان کال د کب تر شلمې نيټې پورې دافغان ولسمشر حامد کرزي څه ناڅه سل فرمانونه چې په تيرو دريو کلونو کې صادر شوي دي ،تر څيړنې او غور لاندې ونيسي .د ولسي جرګې ١٨ کميسيونونه پر داسې مهال خپل کار پيل کوي چې ډيره غړى د کميسيونونو د رئيسانو او غړو د ټاکنو څخه ناخوشي بريښي او وايې چې دا کميسيونونه د پوهې ، مسلک او وړتيا پر بنسټ نه دې رامينځ ته شوي بلکه تر ډيره بريده پر قومي او ژبني تړاواو سياسي لوبوله مخې رامينځ ته شول .له بل لوري ښځينه وکيلانو ته هم په کميسيونونو کې کمه ونډه ورکړل شوې ده. د ولسي جرګې مشر قانوني وايې د فرمانونو د لغوکولواو يا تعديل کولوواک ولسي جرګه لري . همداشان ويل کيږي چې دولت تيارى نيسي تر څو خپله کابينه د اعتماد د رايو د ترلاسه کولو له پاره ولسي جرګې ته وړاندې کړي .تر دم ګړى ولسي جرګه نه ده توانيدلي چې د اعتماد پرچارو يو خيل سلا شي . د جرګې د نړيوالواړيکو د کميسيون مشر استاد سياف وايي ،کيداى شي دريمه لار را پيداشي چې ټول غړي پرې سلاشي . ",د کرزي سل فرمانونه به و څيړل شي . 1562,," د قندهار د شاولي کوټ اوسيدونکى ، په دغه ولسوالۍ کې ددولتي چارواکو په تيره بيا د ملي اردو او پوليسود زورزياتي او ناسم چلند څخه سرټکوي او وايي چې دولت ورته نه ښوونځۍ ، نه سړک او نه روغيتايي کلينيک جوړ کړي دي .دوى وايي سره له دې چې دوى ډيرې ستونزې لري خو چارواکي يې پر کورونو ورننوزي ، تلاشي کوي او د کورنيو غړى يې پرته له ګناه د طالب او القاعدۀ په تور بنديان کوي . ډيره اوسيدونکو نن د يوې ناستې پر مهال د قندهار والى ته خپلې ستونزې واورولې . ",په شاولي کوټ کې دولتي زورزياتي. 1563,حقمل," د عراق پوليسو خبر ورکړ چې نن سهار د بغداد په ١٢٠ کيلومترى کې د سمارا ښار د شيعيه ګانو په يو زيارت کې چې په طلايي ګنبدو مشهور دى پرله پسې دوې سترې چاودنې رامينځ ته شوې . د مرګ او ژوبلې په هکله تراوسه رپوټ نشته خو ويل کيږي د ( امام على الهادي (ع) زيارت ډيره برخه ويجاړه شوې ده . شاو خوا سيمې بهرنيو او عراقي ځواکونو کلابند کړې دي . عينى شاهدانو ويلي چې يوې ډلې وسله واله کسانو ددغه زيارت د ٥ تنو ساتونکو لاس او پښې وتړل او وروسته يې چاديدونکي توکي ددغه زيارت تر ګنبدې لاندې ځاى پر ځاى کړل . د همدغه پېښې په اړوند دشيعيه ګانو مذهبي مشر ايت الله سيستاني يوه اونى وير اعلان کړ دى.د عراق په امنيتي چارو کې سلاکار وزير موفق الربيعي ويلي چې د پېښې په اړوند يې ١٠ تنه شکمن کسان نيولي دي. تيره ورځ هم د شيعيه ګانو په سيمه کې په يو مارکيټ کې د يوې چاودنې له امله ٢٠ تنه مړه او ډير شمير ټپيان شول . ",د بغداد شمال کې دوې سترې چاودنې شوې . 1564,غلام جيلاني ځواك," غلام جيلاني ځواك د پاكستان دكورنيوچارو وزير آفتاب احمد خان شيرپاو ويلي دي چي د افغانستان نه بلوچستان ته دوسلو ليږدون بايد ودريږي. آفتاب احمد خان شيرپاوپه پښتونخواه كي د پيپلزپارټي مشر وو، خو د پرويز مشرف د كودتانه وروسته لدي امله چي په يو شمير مالي درغليو ككړ وو يو څه موده پټ وو بيايي پيپلز پارټي پريښوده او د مشرف پرپښو پريووت اود مشرف د ټيم يو غړي شو، په دي توګه له مالي درغليو يي سترګي پټي شوي اواوس دادي د پاكستان دكورنيو چارو وزير دي. تردي دمخه هم د بلوچستان ګورنر ورته څرګندوني كړي، خو پاكستان ته دښاغلي كرزي دسفر نه سمدلاسه وروسته د مشرف او شوكت عزيز او اوس د شير پاو خبري يو ځل بيا د پاكستان دا نيت په ډاګه كوي چي نه غواړي دترهګرو سره په مبارزه كي د افغانستان سره همكاري وكړي. دبلوچستان ستونزه كومه اوسني ستونزه نده له كومي چي پاكستان زيږيدلي د بلوچو، ولسونو د خپلي خپلواكي لپاره مبارزي پيل كړي. د شيرپاودپخواني مشر ذولفقار علي بوټو د واكمني پرمهال پاكستان پر بلوچستان پوځي يرغل وكړ، ډير شمير بلوچان ووژل شول او يا افغانستان ته په تيښتي اړ شول. دپاكستان پنجابي واكمنانو نه يواځي د بلوچو بلكي د پښتنو، سندهيانو اوكشميريانو حقوق هم پرپښولاندي كړي او په پښتونخواه، سند، بلوچستان او كشمير كي بيلابيل غورځنګونه دخپلي خاوري د آزادي لپاره په مبارزه بوخت دي، د پاكستان د بيروكراسي لويه برخه پنجابيان دي د سند، پښتونخواه او بلوچو سيمي د پنجابيانودمستعمري حيثيت لري، دا ټول څه كم شپيته كاله چي پاكستان منځ ته راغلي پاكستان كي د پښتنو،سنديانو، بلوچو او كشميريانو حقوق ترپښو شوي او ددوي ملي او قومي هويت د نيستي د ګواښ سره مخ دي، ښكاره خبره ده په اوس مهال كي دا ممكنه نده چي ملتونه ترډيره يرغمال وساتل شي. په بلوچستان كي د غازو ډيري پراخي زيرمي وجود لري،په همدي غازو د پنجاب كارخاني چليږي خوبلوچان تري محروم او كورونه يي تورتم اوساړه دي. پاكستان د كالا باغ د برښنا د بند پرجوړولو غواړي د پښتونخواه يواځيني كرنيزي سيمي تر اوبو لاندي اوپه دي توګه دپښتنو اقتصادي ملا ماته كړي ترڅو پښتانه ونشي كولاي خپلو آزادي غوښتونكو مبارزو ته ادامه وركړي او پښتانه يواځي د پنجابيانوپه كارخانو كي دمزدورانوپه توګه خپل ژوند ته ادامه وركړي، د پنجابي استعمار دهمدي ظالمانه كړنو له امله د پاكستان پخواني ايالت بنګال تري خپله خپلواكي ترلاسه كړه اواوس دبنګله ديش په نوم يو خپلواك هيواد دي.نن بلوچان پاڅون ته اړ شوي صبا به پښتانه، سنديان اوكشميريان هم دپاكستان بيرغ ترپښو لاندي كوي او خپله آزادي به غواړي. په بلوچستان كي د بلوچوپاڅون د پاكستان د استعماري سياستونو منطقي پايله ده، نه د چا دلاسوهنو. شيرپاو صاحب رازه چي زه تا ته د شوكت عزيز او مشرف هغه خبره چي دافغانستان په هكله يي كړي، تكرار كړم. پاكستان پخپله مكلف دي چي له خپلو پولو ساتنه اوڅارنه وكړي او پري نږدي چي بلوچ آزادي غوښتونكوته وسله ورسيږي، خو ډاډمن اوسه د بلوچ آزادي غوښتونكو ته وسله له افغانستان څخه نه ليږل كيږي، وايي كوهي مه كنه دبل سړي په لار كي --- چيري ستا به د كوهي په غاړه لار شي. آيي ايس آيي د جهاد په مهال لدي پاره چي په جهادي قومندانانو د سياسي ګوندونو نفوذ كم كړي او آيي ايس آيي پخپله وكولاي شي نيغ په نيغه قومندانان ترخپل كنترول لاندي راولي نو د وسلو ويش يي پخپل لاس واخست، د آيي ايس آيي همدي پاليسي په پراخه توګه د وسلو خرڅون ته لار پرانستله او د كلاشينكوف نه نيولي ترراكټ لانچرو پوري د پاكستان ګوټ ګوټ ته ورسيدي. نو بلوچان ضرورت نلري له بل ځايه وسله راوغواړي د چا چي هر رنګه وسله په كار وي د پاكستان په هر ګوټ كي پيداكيداي شي، نو دا ويل چي بلوچستان ته له افغانستان نه وسله راځي يوه بي ځايه خبره ده او كه د سياسي منافقت له مخي نه وي نو بيا هرومرو دحماقت له مخي ده. شير پاو پخپله هم پوهيږي چي د ده خبره څومره بي منطقه ده، خوبياهم پاكستان په خپل دي بي منطقه دريځ غواړي چي يو خو د افغانانو ددي شكايت مخه ونيسي او په پوتوګه هغه ته ځواب ووايي چي پاكستان ترهګران روزي، ساتي او ورانكاريولپاره يي افغانستان ته ليږي، اوله بلي خوا په دي تور چي ګواكي هند د افغانستان له لاري په پاكستان كي ورانكاري كوي غواړي پښتنو، بلوچو، سنديانو او كشميريانو په سيمه كي چي پنجابي استعمار كوم ظلمونه او نارو كوي پرهغي د نړي سترګي پټي كړي او په دي سيمو كي دخلكو د آزادي غوښتني غورځنګونه پردي مداخله وبولي. شيرپاو سره لدي چي پښتون دي او په دي هرڅه پوهيږي خو د وزارت څوكي او د درغليود محاكمي ويري يي سترګي پټي كړي، مشرف پښتونخواه ته راغواړي او دكالاباغ بند ملاتړ كوي او د بلوچو د ازادي پاڅون پرهند او يا افغانستا تپي.نو شيرپاو ته ګناه نشته، شيرپاو خواركي مجبور دي. ", آفتاب احمد خان شيرپاو خوار مجبور دي 1565,غلام جيلاني ځواك," غلام جيلاني ځواك  د پاكستان پوځي واكمن جنرال پرويز مشرف د CNBC تلويزيوني شبكي سره ديوي مركي په ترڅ كي د دي پوښتني په ځواب كي چي ترهګري دپاكستان له پولونه اوړي او افغانستان ته د ورانكاري لپاره ورځي، وويل چي موږ خپلي ټولي هڅي كوو چي افغانستان ته د ترهكرو دننوتو مخه ونيسو خودا دافغانستان دنده ده چي خپلي پولي ټينګي كړي او پري نږدي چي ترهګر افغانستان ته ننوځي. ورته څرګندوني لږ وروسته دپاكستان په اصطلاح لومړي وزير شوكت عزيز هم په خپله يوه مركه كي تكرار كړي. ددي په خوا كي پاكستان كي د ښاغلي كرزي د سفر په دوران كي يوځل دا پوښتنه هم مطرح شوه چي افغانستان چي د كرښي نه د ترهګرانو د اوښتو شكايت لري نوبيا ولي د ډيورنډ په كرښه دديوال د جوړولو سره مخالفت كوي؟ ښاغلي كرزي دي سوال ته ډير ښه ځواب ووايه، هغه وويل چي كرښه خلك سره بيلوي خو د ترهګرانو د راتګ مخينوي نشي كوي. مشرف او شوكت عزيز دا څرګندوني هغه مهال وكړي چي لا ښاغلي كرزي د پاكستان نه په خپلي دري ورځني سفر بوخت وو، ښاغلي كرزي په خپل دري ورځني سفر كي نه يواځي دا چي په زغرده له پاكستاني واكمنو وغوښتل چي د ترهګري په وړاندي جدي ګامونه پورته كړي، او افغانستان ته دترهګرو دراتګ مخنيوي وكړي، دهغي په خوا كي يي هڅه وكړه چي دپاكستان خلكو ته هم دا ورسوي چي يو سوله ييز، آرام او پر مختللي افغانستان د پاكستان په ګډون دټولي سيمي په ګټه دي، ښاغلي كرزي په خپلو ليدنو كي د اروپايي ټولني په شان د خلكو ترمنځ د اړيكو دپراختيا تصور هم وړاندي كړ چي دسيمي خلك وكولاي شي د يو بل هيواد ته د سوداګري، سياحت، روزني او كار لپاره بي له ويزي اوپاسپورته سفر وكړي، د سيمي دخلكو ترمنځ پراخي اړيكي به د چټكي اقتصادي ودي لامل شي، نو ويلي شو چي په افغانستان كي سوله، امنيت او پرمختيا د ټولي سيمي د سوكالي او نيكمرغي تضمين دي. د ډيورنډ پر كرښه د اغزن ديوال جوړولو وړانديز څه موده مخكي هم د پاكستان د حكومت لخوا شوي وو، خو دافغانستان دحكومت دكلك مخالفت له امله پاكستان دا خبره پرخپل ځاي پريښوده، خو ښكاري داسي چي د پاكستان د واكمنانو د ذهن نه اوس هم دا خبره نده وتي، او په دي خاطر اوس يي په بيلا بيلو ډولونو غواړي مطرح كړي. د پاكستان دا وړانديز په هيڅ توګه په دي موخه نه وو چي ګواكي افغانستان ته پري د ترهګرو د راتګ مخه ونيسي، بلكي پاكستان په دي پلمه غواړي د ډيورنډ كرغيړنه كرښه چي هيڅ يو افغان ته دمنلو وړنده، پرافغانستان د افغانستان او پاكستان د سرحد په توګه وپيژني، خو كه دا خبره نه وي هم په عملي توګه دا ممكنه نده چي پركرښه د ديوال په جوړولو د ترهګرو دنفوذ مخه ونيسو، افغانستان او پاكستان ډيره اوږده پوله لري چي تقريباً ټوله يي غرني سيمه ده، پاكستان غوندي خوار ملك ته داممكنه نده چي د دي ټولي ليكي څارنه وكړي، د ترهګري مخه په دي توګه نه نيول كيږي، د ترهګري د له منځه وړلو لپاره پاكستان بايد پركرښي د ديوال پرځاي په پاكستان دننه دترهګري د روزني او د ترهګرانو پټ ځايونه له منځه يوسي، د ترهګرانو مالي سرچيني وچي كړي، او دهغوي د سياسي ملاتړمخه ونيسي. د پرويز مشرف او شوكت عزيز څرګندوني ښيي چي پاكستان نه غواړي هغه ژمني چي پاكستان هم پخوا او هم اوس د ترهګري د مخنيوي لپاره د ښاغلي كرزي سره كړي وي پلي كړي، مشرف او شوكت عزيز غواړي په دي توګه د افغانستان په هكله خپله دوه مخي پاليسي ته ادام وركړي او له خپلو ژمنو وتښتي. پاكستان دتل په شان يوځل بيا غواړي په بيلا بيلو پلموپه افغانستان كي ترهګري ته ادامه وركړي، اصلي ستونزه دا نده چي پاكستان نشي كولاي د ترهګري مخه ونيسي، اصلي ستونزه داده چي پاكستان نه غواړي د ترهګري مخه ونيسي، ترهګري او بنسټ پالنه د ګانډيانو په وړاندي د پاكستان ترټو تيره اوغوڅونكي وسله ده، نو ښكاره ده پاكستان نه غواړي په هيڅ توګه دا وسله له لاسه وغورځوي، اوس دا حقيقت ټولي نړي ته په ډاګه شوي چي پاكستان پخپله ترهګران روزي، په وسلو يي سمبالوي او افغانستان ته يي ليږي.  مشرف وايي افغانستان بايد پخپله د خپلو سرحدونو څارنه وكړي، دا سمه خبره ده، افغانستان دخپلو سرحدنو څارنه كوي، ستونزه د سرحدونو نه د څارني نه بلكي ستونزه داده چي د كرښي نه هاخوا ترهګران روزل كيږي،په وسلو سمباليږي او افغانستان ته ليږل كيږي، ستونزه داده چي د كرښي نه هاخوا ترهګران په پوره ډاډ او اطمنان خپل سياسي او مطبوعاتي فعاليتونه پرمخ بيايي خو څوك يي مخه نه نيسي، بلكي د پاكستاني رسينو يوه لويه برخه عملاً ترهګرو او بنسټ پالو ته مطبوعاتي خدمات وړاندي كوي، آيا پرويز مشرف او شوكت عزيز په دي نه پوهيږي او كه نه غواړي چي پري پوه شي. په پاكستان كي يو خبري اژانس په ډيره اساني كولاي شي دملا دادالله سره مركه وكړي، ګلبدين په ډيره اساني خپلي مطبوعاتي اعلاميي او خپل مضامين د پاكستاني مطبوعاتو لاخپاره كړي او ژورنالستان په ډيره اساني كولاي شي هغوي ته لاس رسي ولري، خود پاكستان ټول پوځي او ملكي استخبارات او پوليس داكار نشي كولاي، حقيقت دادي چي هغوي نه غواړي دا كار وكړي. د افغانستان حكومت مكلف دي چي د ترهګري دمخنيوي لپاره ټولي لاري چاري ولټوي اوخپلي هڅي وكړي، پاكستان ته دښاغلي كرزي سفر هم ددي هڅو يوه برخه ده ترڅو پاكستان اړ كړاي شي چي دافغانستان په هكله پاكستان خپله پاليسي بدله كړى، خو ښكاري داسي چى پاكستان نه غواړي دا كاروكړي، ترهګري افغانستان ته دپاكستان له خاوري راځي، پاكستان د ترهګري پرضد په جګړه كي دنړيوال ائتلاف ديوغړي په توګه مكلف دي چي دهغي مخنيوي وكړي اودننه په پاكستان كي دهغي سرچيني وچي كړي، كه پاكستان داسي نكوي افغانستان سره دروغي جوړي او د اړيكو دپراخولو لار نه غوره كوي او د پخوا په شان د ترهګري نه ملاتړ او دافغانستان په وړاندي خپل منافقانه پاليسي ته ادامه وركوي نو بيا به هم افغانستان اوهم نړيوال ائتلاف دي ته اړ شي چي پاكستان سره هم همداسي چلند وكړي لكه څرنګه چي په ټوله نړي كي د ترهګرو سره روان دي اولكه څرنګه چي ترهګرو سره پكار دي. ",دپاكستان پوځي واكمن پرويزمشرف له ژمنو تښتې 1566, خالدهادي حيدري,"  دادسپرلي په غيږ کي  داچي سهار تاته سندري وائې  داستا د ميني تلاوت چي کوي  دغه مارغان چي په خپلو سرو مښوکو  ستا د تعظيم لپاره  ستا نذرانې ته هره ورځ سپيني بڼکي راوړي او په سېلو سېلو ستا له دربار څه په نغمو تيريږي  نو زما مي هم روح خوار هسي وتپيږي ستا و حضور ته الوتل درغواړي                                            خو                                              د وجود پنجرې                                                          د بې وسۍ په لومه ټنګ نيولی  الباني ، نيويارک ",بې وسي ! 1567,حقمل," د افغانستان د اطلاعاتو ،فرهنګ او توريزم وزير داکتر رهين د پاکستان څخه غوښتنه کړې چې په خپلو وژونکو وسلو دې د افغان پاچاهانو ، کورنيو او واکمنانو د نومونو له ايښودلو څخه ډه وکړي . ده ويلي ، غوره به داوه چې پوهنتونونه او فرهنګى مرکزونه يې د افغان پاچاهانو په نومونو يادکړي واى. پاکستان يو شمير خپل توغندي د غزنوي ، غورى او ابدالى په نومونو يادکړي ، چې په تيرو کې د دغه افغان پاچاهانو د واکمنۍ او فتوحاتو لړى د هند تر وچى رسيدلې وه . همداشان رهين يو ليک هم په دې اړوند پاکستان ته استولى دى. ",د افغان لوړپوړي چارواکي غوښتنه له پاکستان څخه 1568,," په افغانستان کې د امريکا ترمشرى لاندې د ائيتلافى ځواکونو مشر قوماندان جنرال کار ايکنبري خبردارۍ ورکړ چې په راتلوونکو کې به د دولت د مخالفو جنګياليو بريدونه په افغانستان کې ډير شي . دوى هڅه کوى تر څو د خپلو بريدونو د زياتوالى له مخې دو لسواکۍ ، بيارغاونې او د اقتصادى حالت د ښه والي پر وړاندې خنډونه جوړ کړي .دغه جنرال د ترهګرى په وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمينځ همکاري پر پراختيا هم ټينګار وکړ . جنرال دغه څرګندونى د بګرام په هوايي اډه کې وکړې .له دې نه وړاندې ولسمشر حامد کرزي هم پاکستان ته دخپل سفر په وخت کې د پاکستانى مشرانو نه د ترهګرى په وړاندې د ټينګو اقداماتو هيله څرګنده کړه . ",په افغانستان کې به نارامي ډيره شي . 1569,,"   نن دسولې دکمیسیون له لورې ددولت ٦٧ مخالفین له دولت سره یوځای شو دوی دنورستان، کنر جلال اباد او پکتیا ولایتنونو ول چې له طالبانو او حزب اسلامي سره یې تړاو درلود. ",٦٧ مخالفین له دولت سره یوځای شو. 1570,حقمل," د افغانستان د ترانسپورت وزارت مرستيال محمد خاتم واحد زاده او د پاکستان د لارو د وزارت مرستيال فردوس عالم پس له څو ورځو خبرو اترو وروسته د دواړو هېوادونو ترمينځ د سرويسونو د تګ راتګ تړون لاس ليک کړ .د دغه تړون له مخې به د مارچ په پنځلسمه نيټه د پاکستان د پيښور او کويټې او د افغانستان د جلال اباد او قندهار ښارونو ترمينځ د سپرليو موټر تګ او راتګ پيل کړي . پاکستان تراوسه ٢٠٠ لارى ، ١٣٧ امبولانس او د راديو د ( اف، ام ) د ليږد څو دستګاوې له افغانستان سره مرسته کړې ده . ",افغانستان اوپاکستان يو بل تړون لاس ليک کړ . 1571,," د تاجکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي چې د افغانستان او تاجکستان پرگډه پوله د ختلان ولايت د فرخار په سيمه کې يې د نيشه يي توکو يو افغان قاچاق کوونکى له ٦٠ کيلو ګرامو هيروئينو، ترياکو او چرسو سره يو ځاى نيولى دى. افغانستان او تاجکستان ١٤٠٠ کيلومتره ګډه پوله لري ، چې له دغې پولې روسيې او اورپا ته د نيشه يي توکو قاچاق تر سره کيږي . ",د تاجکستان په پوله ديو افغان قاچاق کوونکي نيونه . 1572,,"   نن غرمه دکندز په ښار کې یو بم چاودیدلی چې لامله یې یو ملکي وگړی وژلی اودیو نړیوال مرستندویه ځواک ایساف دجرمني سرتیري ترڅنگ گڼ شمیر نور افغان ملکي وگړي ټپیان شوي. ",په کندز کې بم چاودلی. 1573,حقمل," نن غرمه د ١:٣٠ بجو په شاو خوا کې د کندز ښار کې د زرګرى سراى کې د يوې چاودنې له امله يوتن مړ او ١٢ تنه نور ټپيان شوي دي . د قندز دپوليسو د يو چارواکي پر وينا په ټپي شويو کسانو کې يو الماني سرتيرى او دوې ميرمنې هم شاملې دي. څو تنو عيني شاهدانو بينوا ته وويل چاودنه د پي ار ټي موټروته نيږدې رامينح ته شوه چې په کې يو موټر ته زيان هم رسيدلى دى .د چاودنې اکثريت قربانيان ملکي وګړي دي. د روغتون د يو ډاکتر پر وينا د دوو تنو ټپيانو حالت ښه نه دى .پوليسو تر دم ګړى د پېښې په اړوند څوک نه دي نيولي . يوامنيتي چارواکي بينوا ته وويل چاودنه په يو بايسکل کې رامينځ ته شوې ده. شاهدان وايي ددغه بريد موخه د پي ار ټي ځواکونه وو . ",دقندز په چاودنه کې يو تن مړاو١٢ تنه ټپيان شول . 1574,,"   دپاکستان دکورنیو چارو وزیر افتاب احمد خان شیرپاو نن منلې چې ولسمشر کرزي په هغه سفر کې چې تیره اوونۍ یې پاکستان ته درلود پدې سفر کې پاکستانۍ ادارې ته دهغو طالبانو لست سپارلی څوک چې دپاکستان له خاورې افغانستان ته داناخوالو درامنځته کولو پرموخه راځي. خو دالا نده په ډاگه چې څه ډول لست پاکستان ته سپارل شوی پخوا دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې دلست په اړه ناخبري ښوولې وه. ",پاکستان ومنله چې کرزي ورته طالب لست سپارلی. 1575,,"  وحيد سپين غر- كابل افغانستان په دي ورستيو كي د ترهګريزو بريدونو د يو نوي څپي سره مخ شوي، د ترهګري دا نوي څپه نه يوازي دكميت له مخي د پخوانيو بريدونو سره توپير لري، بلكي د بريدونو څرنګوالي هم توپيرموندلي، په دي څپه كي ځانمرګي بريدونه كيږي، ديني عالمان، د ښوونځيو ښوونكي اوزده كونكي او په افغانستان كي د بيا ودانولو په چارو بوخت بهرني او كورني كاركونكي وژل كيږي ،تښتول كيږي او په كار كي ورته خنډونه اچول كيږي. په دي هكله نه يواځي افغاني چارواكي اورسني بلكي نړيوالي رسني اومنابع هم داخبره كوي چي اوس هم دپاكستان په بيلا بيلو سيموكي د ترهګري ځالي شته اوله هغه ځايه ترهګر افغانستان ته راځي او د ورانكاري عمليات ترسره كوي. په باجوړ د ائتلاف د پوځونو لخوا بريد او په دي بريد كي د القاعده د يوشمير مهمو غړو مړينه چي د پاكستان د جمهور رئيس پرويز مشرف يي هم تائيد كړي، ددي خبري يو ځل بيا پخلي كوي چي په پاكستان كي د ترهګري ځالي شتون لري، ددي په خوا كي پرباجوړ بريد د ترهګري په وړاندي په مبارزه كي د ائتلاف د پوځونو د پاليسي د بدلون ښكارندويي هم كوي، ښايي د ائتلاف پوځونو ته هم نوره دا د زغملو وړ نه وي چي د پولي نه ها خوا ترهګر وساتي، وروزي او د كرښي نه يي د يخوا راوليږي. نوپه دي شرايطو كي پاكستان ته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس ښاغلي حامد كرزي سفر خورامهم بريښي. پاكستان كي ښاغلي كرزي ته ډير تود هركلي وشو، ټول هغه واټونه او سركونه چي د كرزي په لار كي راتلل د ښاغلي كرزي په عكسونو او د افغانستان او پاكستان په بيرغونو ښكلي كړاي شوي وو، د پاكستان د جمهور رياست په ماڼي ( ايوان صدر) د پاكستان جمهور رئيس پرويز مشرف او صدراعظم شوكت عزيز لخوايي په ګډه هركلي وشو، دده په وياړ د دواړو هيوادو ملي سردونه وغږول شول او د ځمكني، هوايي او بحري قواوو د تشريفاتو ګارد خپل د احترام مراتب وړاندي كړل. په دي ليدنه كي جنرال پرويز مشرف او شوكت عزيز يو ځل بيا خپلي ژمني تكرار كړي او ويي ويل چي د ترهګري په له منځه وړلو كي به له ټولو لارو چارو نه ګټه اخلي. دا كوم لومړي ځل ندي چي پاكستان د ترهګري په وړاندي په مبارزه كي افغانستان سره دهمكاري ژمني كوي ، خو لكه څرنګه چي په هماغه مهال د طلوع تلويزيون خبريال ورځني وپوښتل، اوس څه تضمين شته چي پاكستان په خپلو ژمنو ودريږي. دا يوه رښتيني انديښنه ده،پاكستان د تل په شان يواځي خپلي ژمني تكراركړي په رښتيا هم هيڅ تضمين نشته چي پاكستان په خپلو ژمنو ودريږي، د افغانستان په چارو كي لاسونه بنده كړي او ترهګري ونه ساتي، ونه روزي او د ورانكاريولپاره يي دلته راونه ليږي. د پرويز مشرف سره په ګډ مطبوعاتي كانفرانس كي د يو سوال په ځواب كي چي تاسو د پاكستان د ژمنو او ګاموڅخه څومره ډاډمن ياست، ښاغلي كرزي وويل چي د ترهګري سره په مبارزه كي موږد پاكستان د لا زياتو هڅو او زيار غوښتونكي يو، دا په ډاګه د ښاغلي كرزي لخوا د پرويز مشرف په ژمنو او كړنو د نه ډاډ څرګندونه وه. نو كه خبره داسي وي نو پاكستان ته دښاغلي كرزي سفر څه مانا لري، آيا دا هسي بي ځايه هڅه وه كه افغانستان ته كومه لاسته راوړنه هم لري. ښاغلي كرزي او ټول افغان دولت اوملت په دي ډير ښه پوهيږي چي د پاكستان ژمني د باور وړ نه دي، دا څلور كاله كيږي چي پاكستان ژمني يو څه كوي او عمل بل څه، پاكستان په هيڅ توګه نه غواړي د افغانستان په وړاندي په خپله ستراتيږي بدله كړي، پاكستان بايد يواځي دي ته اړ كړاي شي چي دا كار وكړي. له همدي امله په دي سفر كي د ښاغلي كرزي هدف يواځي د پاكستان د دولتي مشرانو سره ليدل كتل او دهغو ژمنو اخستل چي ښايي په ډيره ګرانه او ياهم شايد هيڅكه هم پلي نه شي. نه وو، بلكي دا ځل ښاغلي كرزي وغوښتل پخپله د پاكستان خلكوسره دا خبره له يوي بلي زاويي مطرح كړي او خپل پيغام هغوي ته ورسوي. د پاكستان خلك په دي پوه كړي چي په افغانستان كي سوله او امنيت څومره چي پخپله دافغانستان په ګټه دي هومره دپاكستان په ګټه هم دي. پاكستان قدرت په دوه ډيرو عمده ستنو ولاړ دي يو پوځي بيروكراسي اوبل پانګه وال او ښايي په همدي خاطر دا ځل ښاغلي كرزي په خپل سفر كي د اسلام آباد د پوځي اكادمي ( نشنل ديفنس كالج ) كي د پاكستان لوړ پوړو پوځي چارواكو ته خطاب وكړ او بيا يي په هماغه مازديګر د شوكت عزيز سره ترليدني او ميلمستيا كي ترګدون ورسته د پاكستان او هغه بهرني پانګه والو سره چي په پاكستان كي اقتصادي فعاليتونه لري وليدل اوهغوي سره يي خبري وكړي. نشنل ديفنس كالج كي ښاغلي كرزي ډيرپه صراحت د پاكستان لوړ پوړو پوځي چارواكوپه وړاندي وويل د طالبانو په وجود كي چي پاكستان ځان لپاره كوم ستراتيژيك عمق ليده، هغه پاكستان هغه پاكستان ته څه وركړل، دهغي پايله يواځي ترهګري وه، په هغه مهال د پاكستان صادرات افغانستان ته يواځي ۲۵ مليون ډالره وو، خو نن چي د طالبانو حكومت پرځيدلي او افغانستان نسبتاً د سولي او ارامي په فضا كي د ولسواكي خوا ته روان دي، افغانستان ته د پاكستان صادرات ۱و۲ مليارده ډالرو ته رسيدلي، دا يو ډير لوي توپير دي ، نو اوس يو آباد او سوله ييز افغانستان د سيمي او بيا په تيره د پاكستان په ګټه دي اوكه يو ناارامه افغانستان؟ ښاغلي كرزي هم په نشنل ديفنس كالج كي او هم دپاكستان پانګه والو سره په خبرو كي په سيمه كي د پراخو اقتصادي اړيكو پر جوړولو ټينګار وكړ، يواځي اقتصادي اړيكي او ګډي اقتصادي ګټي دي چي خلك سره نژدي كوي، د سيمي د هيوادو ترمنځ به د اقتصادي اړيكو پراختيا د ترهګري ملا ماته كړي، ښاغلي كرزي وويل زما آرزو داده چي د سيمي د هيوادونو د ولسونو ترمنځ اړيكي دومره پراختيا ومومي چي د يوهيواد نه بل هيواد ته سفر كولو كي ويزي اوپاسپورت ته ضرورت نه وي، په اروپا كي ملتونه شته دي، دولتونه شته دي، كرښي او سرحدونه وجود لري، خو هغي په خپلو منځوكي تګ راتګ لپاره ويزي ته ضرورت نلري، په خپلو منځو كي سره ځي او راځي تجارت كوي سياحت كوي او دا كار دي لپاره زمينه مساعدوي چي دخلكو ترمنځ تفاهم لا پياوړي شي. لكه څرنګه چي د مخه وويل شول په پاكستان كي دقدرت اصلي ستن پوځي بيروكراسي او پانګه وال دي، داهم وويل شول چي پاكستان به پخپله خوښه هيڅكله دي ته چمتو نشي چي د افغانستان په وړاندي خپله ستراتيزي بدله كړي، پاكستان بايد دي كارته اړه كړاي شي. او پاكستان دي كارته د اړكولو لپاره د نورو لارو چارو په خوا كي دپاكستان د قدرت اصلي ستني په دي قانع كول دي چي يو آباد اوسوله ييز افغانستان د ټولي سيمي او بيا په تيره د پاكستان په ګټه دي، د ټولي سيمي امنيت او آرامتيا دافغانستان دسولي اوآرامتيا سره تړلي دي ده، د افغانستان سوكالي د ټولي سيمي سوكالي تضمينوي چي يواځي په دي څلور كالو افغانستان ته دپاكستان او دايران په صادراتوكي په دومره لويه كچه توپير يي يوډير ښه مثال دي ، نو په دي حساب پاكستان ته د ښاغلي كرزي سفر په افغانستان اوسيمه كي د سولي، امنيت او اقتصادي پراختيا او ودي لپاره يوه ښه هڅه ده. ",پاكستان ته دافغان ولسمشر حامد كرزي سفر 1576,حقمل," د کابل ښار په زړه د زمبق په څلور لاره او د ائتلاف ځواکونو اډې تر څنګه تيره شپه د ٩ بجو په شاوخوا کې چاودنه وشوه چې پرتو ودانيو ته يې زيان رسولى دى . د مرګ او ژوبلې په هکله تراوسه رپوټ نشته . له چاودنې سره سم سيمه د بهرنيو ځواکونو له خوا وتړل شوه او خپلې پلټنې يې پيل کړې . ويل شوي دا يوه بمى چاودنه وه . دپيښې مسئوليت چا پر غاړه نه دى اخيستى . ",کابل کې ائتلافى ځواکونواډې ته څيرمه چاودنه وشوه . 1577,حقمل," د افغانستان د کورنيو چارو وزارت چارواکو نن ٤٧ بهرنۍ ميرمنې چې څو ورځې وړاندې يې د بدلمنۍ او بد اخلاقى په تور په کابل کې نيولې وي ، له کابل څخه وايستلې . ډيره دغه ميرمنې د چين اوسيدونکې وې . ",٤٧ بدلمنې ميرمنې له کابله وشړل شوې . 1578,حقمل," عراقى پوليسو ويلې چې د بصرى ښار په جنوب کې وسله والو پر يو جيل بريد وکړ او ١١ تنه سنى بنديان يې ووژل .د بصرى ډيره اوسيدونکى شيعيه ګان دي . د عراق کردي سنى مذهبه ولسمشر جلال طالبانى له خلکو وغوښتل چې خپله ارامي وساتى ترڅو هېواد يې په کورنۍ جګړه کې ښکيل نه شي . د سامرا له چاودنې وروسته د شيعيه ګانو او سنيانو ترمينځ زورزياتى زور ميندلى او شيعيه اوسيدونکو قهرجن اعتراضونه پيل کړي دي . پوليس وايي شيعيه وسله والو د (مينا) جيل له ساتونکو وسله واخيستله او پر سني بنديانو يې بريد وکړ. همداشان دزور زياي په پيښو کې د سنيانو په ٢٧ جوماتونو بريدونه شوې ا و د ٣ تنو ملا امامانو په گډون ٦ تنه لمونځ کوونکي وژل شوي دي.د يو بل رپوټ له مخې د ٣ تنو خبريالونو مړي هم چې د چهارشنبې په شپه په سامرا کې تښتول شوي وو،اوس مهال پيداشوي دي. ",وسله والو ١١ تنه سنى بنديان په بصره کې ووژل . 1579,حقمل," څه کم ٦ مخپټو وسله والو چې د پوليسو جامې يې پر ځان کې وې، د بريتانيا د کنت ښار د يو امنيتي شرکت له يو چارواکي او کورنۍ څخه د سه شنبې ورځې په وروستيو کې ٢٥ ميليون پونډ (٤٤ ميليون ډالر) غلا کړل . غلو په ډير چل ول سره لومړى د ( سکيوريتاس) شرکت يو چارواکى او بيا وروسته يې ميرمن او زوى له ځان سره يوړل او د چهارشنبې په سهاريې پر ګډام ورننوتل او دساتونکو لاس او پښې يې وتړل او يادشوې پيسې يې له ځانو سره يوړې . پوليسو پلټنې پيل کړې او تښتول شوي کسان يې روغ رمټ پيدا کړي دي . که څه هم دا ډيره غټه غلا ده مګر په برازيل کې د تيرکال د غلا په پرتله چې ٧٠ ميليون ډالر د يو تونل له لارې له بانک څخه غلا شول ، کم دي. ",وسله والو ٤٤ ميليون ډالر په بريتانيا کې لوټ کړل . 1580,حقمل," د افغانستان د پوهنې وزارت ويلي چې د لومړيو ټولګيو د زده کړې هغه کتابونه چې پخوا چاپ شوي دي ، علمي اعتبار نه لري .دغه وزرات پريکړه کړې ده چې په راتلونکي تعليمى کال کې د لومړيو زده کړو درسى کتابونه تغير او له سره چاپ کړي . وزارت وايي نوي کتابونه يو شمير څيړونکو تاليف کړي دي .د افغانستان پخواني تعليمي نصاب ډيرې نيمګړتياوې درلودې او له دې امله زده کوونکي له خورا زياتوستونزو سره مخامخ دي . ",د لومړيو ټولګيو پخواني کتابونه د اعتبار وړنه دي . 1581,," نن سهار د روسيې په پلازمينه مسکو کې د يو بازار د چت د راپريوتو له کبله ٤ تنه مړه او ١٠ تنه نور ټپيان شول . د ژغورنې ډلې سيمې ته رسيدلې دي . ويل شوې د غرفو د بازار دغه چت دواورې د دروند والي له کبله راپريوتى دى . ",د مسکو په يو بازار کې ٤ تنه مړه او ١٩ تنه ټپيان شول 1582,حقمل," په افغانستان کې د کانادايي ځواکونو مشر جنرال ميشل ګاتپه ويلى ، افغانستان له ډيرو او سترو ستونزو سره مخامخ دى ، چې له دې کبله به د ناتو ځواکونه کلونه - کلونه په دغه هېواد کې پاتې شي .ټاکل شوې کابو ٦٠٠٠ عسکر په راتلونکو مياشتو کې په افغانستان کې د سوله ساتو نړيوالو ځواکونو سره يوځاى شي چې په دې سره به دافغانستان په جنوب کې د دغو ځواکونو شميره ١٦٠٠٠ تنو ته جګه شي . ",د ناتو ځواکونه به کلونه په افغانستان کې پاتې شي . 1583,,"       دالعربیه تلویزیون عراق کې خبریاله اطوار بهجت چې پخوا یې له الجزیرې تلویزیون سره کار کاوه دعراق په سامرا کې چې العربیه تلویزیون ته یې یوه ژوندۍ خپرونه لومړۍ وړاندې کړه بیا وسلوال یې دموټر په لوري راغلل د اطوار بهجت پوښتنه یې وکړه څو ساعته یې تښتولې وه چې بیا پولیسو یې شهید جسد ترلاسه کړ دوه نور همکاران هم ورسره یوځای  شهیدان شوي. اطوار بهجت تکړه ښکلې خبریاله وه چې کلونه کلونه يې په ژورنالیزم کې کار کړی وه نوموړې پیغله وه او لا واده شوې نه وه. عراق کې دژورنالستانو یرغمل نیول او وژل دوسلوالو له لوري عادي کار گرځیدلی. ",اطوار بهجت عربه ژورنالسته په عراق کې شهیده شوه. 1584,حقمل," افغان دولتي او ائتلافى ځواکونه دغزنى د اندړو ولسوالى کې له مخالف جنګياليو سره جګړه شوي او پس نښتوڅخه يې دوه تنه مخالف جنګيالي نيولي دي. په دغه نيښته کې دولتي او بهرنيو ځواکونو ته د دوى پر وينا مرګ او ژوبله نه ده اوښتې . نور مخالف جنګيالي په خپله مخه تښتيدلي دي. ",غزنى کې ٢ مخالف جنګيالي نيول شوي. 1585,علامه رشاد اکاډيمي,"   د امريکا د متحده ايالاتو دلاس انجلس ښار يو شمېر افغان هيوادپالو ، فرهنګوالو او فرهنګپالو د علامه رشاد اکاډيمۍ سره د علامه رشاد بابا (رح) دناچاپو کتابونو دچاپولو ، دکتابتون او اکاډيمۍ د ودانولو په اړه په لاندي ډول مرستي کړي دي : اکبر پايند                       ١٠٠  ډالره ډاکټر سلطان                 ١٠٠  ډالره شېر علي آغا                    ٥٠  ډالره عبدالغني                      ١٠٠  ډالره فريد نظري                ٥٠    ډالره خليل نورزى                 ١٠٠  ډالره علاوالدين سراج زاده    ٢٥   ډالره محمد عمر پايند         ١٠٠  ډالره محمد قسيم ( کريم )   ٣٠٠  ډالره محمد سليم  ( کريم )     ٥٠   ډالره احمد شاه بارکزى         ٥٠   ډالره محمد نادر سميعى     ١٠٠  ډالره احمد شاه  رشاد         ١٠٠٠ ډالره عبدالرازق ( دوست )    ١٠٠  ډالره کبلي اميري                  ٣٠٠  ډالره نوموړي پيسي د ښاغلي انجنيرکبلي اميرى په لاس موږ ته راورسيدي چي موږ د دوى ټولو څخه دزړه له کومى مننه کوو او دنورو هېوادوالو د دغه ډول فرهنګپالو ، مادى او معنوى مرستو ته مخکي له مخکي کور ودانۍ وايو او دا داكاډيمۍ دنده ګڼو چي دهغه دلګښت حساب به ورکوو. په درنښت : علامه رشاد اکاډيمي     د ګرځنده تليفون شميره :  ٠٧٠٣٠٥٠٠٦ – ٠٧٩٩٤٤٥١١٧ – ٠٧٩٩٤٠٦٥٩٧    برېښناليک : -  - Khalilsarwari2005@yahoo.com  Shershahr@yahoo.co.jp       بانکي پته :   A/C   Name :  The Karez Health & Educ Serv A/C   No      :  001 -004372 – 015 SWIFT         :  KABUAFKA Cor. Bank     : COMMERZBANK AG, FRANKFURT Cor. A/C #    : 400  8701047 00 USD Cor. SWIFT  : COBADEFF     ",د علامه رشاد اکاډيمي سره د فرهنگپالو مرسته 1586,م . ح متواضع / کندهار," م . ح متواضع / کندهارد کندهار تاريخي او لرغونى ښار چي يو وخت د افغانستان پلازمېنه او د مدنيتونو زانګو وه او له وياړه ډک او ځلانده تاريخ لري چي ټول افغان ولس تل دې ګڼ مېشتي ولايت ته په يو ځانګړي او درنه سترګه کتلي دي،او ان دا چي له سياسي اړخه کندهار ته تل د افغانستان د دوهم مرکز په سترګه کتل سوي دي، اوس ددې ټولو ځانګړتياوو سره سره د کندهار ولايت حالت له ټولنيز، اقتصادي، کلتوري، سياسي، تعليمي او روغتيايي پلوه د ډيري اندېښنې وړ دى او اوس خو د پخوا برعکس حتا نوم يې د افغانستان د تلويزيوني چينلونو او راډيوګانو د هوا د حالاتو په راپورونو کي تر ټولو شاته وي، ښايي چي ددې علتونه او سببونه به ټولو ته او په تېره بيا لوړپوړو چارواکو ته هم څرګند وي خو بيا هم ځانګړې پاملرنه نه ورته کيږي ددې ادعاوو د ثابتولو له پاره مثالونه ډېر دي خو دا لاندي پېښي تاسو ته د بيلګي په ډول وړاندي کوو: لومړۍ پېښه د خداى (ج) بخښلي خور د ورورحاجي فضلي احمد نيازي له خولې:د ١٣٨٤ لمريز کال د ليندۍ د مياشتي پر ١٤ نېټه د دوشنبې په ورځ زما اته څلوېښت (٤٨) کلنه خور چي د سودا له پاره ښار ته تلله په يوه دولتي ښاري بس (ملي بس) موټر کي سپره سوه، ددې بس چلوونکي هم د نورو بس چلوونکو په شان د ټايپ اواز خورا لوړ کړى و. بس د خلګو څخه ډېر ډک و، او هيچا په اسانۍ سره د بل چا خبره اورېدلاى نه سواى. څو واره خلګو بس چلوونکي ته ور ږغ کړل چي وروره د ټايپ ږغ يو څه ټيټ کړه خو ګټه يې نه کوله ځکه بې مسئوليته بس چلوونکي چي د ټايپ ږغ يې لوړ کړى و د هيچا خبره اورېدلاى نه سواى. د خداى (ج) پيښي دي کله چي بس د علامه حبيبي واټ په اوږدو کي د امنيې قوماندانۍ څخه تېرسو او يخي کارخانې ته نژدې سو د بس په دننه کي د ډيري ګڼه ګوڼي له کبله زما د خور پښه د بس په ځينو کي وښويېدله، داسي غوځاره سوله چي سر يې د بس دباندي پر سړک څخېدى او پښې يې د بس په ځينو کي بندي سوي وې.دبس مسافرو چي بس چلوونکي ته هر څه نارې وروهلې هغه نه اورېدلې او د خور بېچارې سر مي د سړک څخه وهل کېدى او څخېدى. بس د کندهار د دولتي مطبعې تر دروازې پوري چي تقريباً دوه سوه (٢٠٠) متره کيږي، ونه درېدى، تر څو چي ددې زړه ربړونکي پيښي په ليدو سره پر سړک باندي د نورو موټر چلوونکو څخه يوه خپل موټر چابک کړ او د بس و مخي ته يې ورواچاوه او بس يې جبراً ودرواه. کله چي بس ودرېدى او خلګو زما بېچاره خور د بس څخه را پورته کړه، روغتون ته تر رسولو دمخه يې پر لاري لا ساه ورکړه، ځکه سر يې دونه دربي خوړلي وه چي د روغتون تر رسولو پوري يې د سر د وينو د درېدلو امکانات هم نه وه. زما خور خو دي خداى پاک وبخښي هغې خو ددې بې پروا بس چلوونکي د بېباکيو له امله خپل ژوند د لاسه ورکړ، اوس خو دي دددې چارو چارواکي په راتلونکي کي د دغه ډول بېباکيو مخه ونيسي. ددې پيښي وروسته مو څو واري ددوى د مسئولينو څخه دا هيله وکړه تر څو په راتلونکي کي دداسي پيښو مخنيوى وکړي او هغو وعدې هم راسره وکړې چي بيا به داسي ونه سي. د زړه د ډاډ له پاره څو واره په دغه بسونو کي سپور سوم چي وګورم کوم مثبت بدلون ددوى په وضع کي راغلى دى او که يا؟ خو تاسي باور وکړئ چي اوس هم هغه آش هغه يې کاسه ده او تر اوسه پوري هيڅ کوم پرمختګ نه دى راغلى. دوهمه پېښه د ځوانيمرګ فوادجان د مړيني پېښه د خپل پلار (عبدالولي) له خولې څخه:لکه څنګه چي په افغانانو کي په تېره بيا په کندهاريانو کي دا دود دى چي د رخصتيو په ورځو کي خپل اولادونه او د کورنۍ نور غړي د تفريح او ساعت تېري له پاره داسي يو ځاى ته چي شنه ځايونه او رواني اوبه ولري د مېلې له پاره بوزي، چي د کندهار ډېرى ښاريان بابا ولي صاحب زيارت، باغ پل، ارغنداو، دهلې بند، ډورۍ (د ترنک د رود غاړه) او يا داسي نورو د مېلې وړ ځايونو ته د مېلې له پاره ځي.په همدې هيله ما (عبدالولي) هم د ١٣٨٤ لمريز کال د مرغومي د مياشتي پر دوهمه نېټه د جمعې په ورځ خپل د كور غړي په موټر کي سپاره کړل او د کندهار ښار د ډنډ په سيمه کي مي يو شنه ځاى ته چي يوه د روانو اوبو وياله (چي د اوبو ژوروالى يې د يو متر په شاوخوا کي و) هم پکښي بهېدل د مېلې له پاره بوتلل.ميله د ورځي تر نيمايي پوري ډېره په خوشالۍ سره تېره سوه خو کله چي هوا لږ څه توده سول ديارلس کلن فوادجان د نورو کوچنيانو سره يو ځاى د ويالې په روانو اوبو کي لوبي او لامبو پيل کړه، څو شېبې وروسته چي زه ورغلم ګورم چي فواد نه معلوميږي، د کورنۍ د نورو کوچنيانو څخه مي چي لا په لامبو اخته وه، پوښتنه وکړه چي فوادجان چيري دى؟ راته وې ويل چي دا يو ګړى مخکي لا زموږ سره په لامبو اخته و. ډېر وارخطا سوم او ژر ژر مي هاخوا دېخوا پسي وکتل، که ګورم يو څو متره ليري د ويالې تر څنګ خلګ راټول سوي دي، ژر ورغلم چي ورته ومي کتل فوادجان يې له اوبو څخه را کښلى دى.ما چي هغه زړه رېږدوونکې صحنه وليدل د هغې ذکر خو يوازي زه نه بلکي هيڅ پلار به يې په الفاظو سره بيان نه کړاى سي، خو په هر ترتيب دى مو ژر په موټر کي د کندهار تر ټولو لوى روغتون (ميرويس روغتون) ته انتقال کړ. د روغتون نوکريوال ډاکټر د کتني وروسته راته وويل چي ناروغ مو ژوندى دى خو بايد ډېر ژر د اکسېجن د ورکولو امکانات ورته برابر کړئ، تر څو زړه يې بيرته په نورماله توګه فعال سي. موږ ورته وويل چي دا خو ستاسي ډاکټرانو کار دى. ده په جواب کي راته وويل چي وروره موږ دلته په ټول ميرويس روغتون کي د اکسېجن امکانات نه لرو، تاسي کوښښ وکړئ چي ژر تر ژره يې داسي ځاى ته بوزئ چي د اکسېجن امکانات ولري. د ميرويس روغتون څخه راووتلو او د کندهار ښار شخصي کلينيکونو او ډاکټرانو ته مو مراجعه وکړه خو ټولو راته ويل چي موږ د اکسېجن امکانات نه لرو ژر يې د کاناډايانو د (PRT) دفتر ته بوزئ هغه دا امکانات لري. په ډېره بېړه سره د (PRT) دفتر ته ورغلو خو په خواشينۍ سره بايد ووايو چي هلته يې اصلاً د پرېښوولو اجازه رانه کړه. د ډيرو کوښښونو، شخصي هلوځلو او شناخت له لاري مو ناروغ ژر د کندهار هوايي ډګر ته چيري چي امريکايي پوځونه مېشت دي، ورساوه. د هغوى مشر ډاکټر وروسته تر کتني راته وويل چي ستاسي ناروغ ساه ورکړې ده او تاسي ددې ناروغ سره ډېره بېغوري کړې ده او ده ته مو اکسېجن پر صحيح وخت نه دى ورکړى او که مو چيري اکسېجن ورکړى واى حتماً ژوندى پاته کېدى. اوس نو تاسي لوستونکي پخپله قضاوت وکړئ چي د کندهار غوندي د يو لوى او ګڼ مېشتي ولايت په عمومي روغتون کي د اکسېجن ډبې او نور لازم وسايل نه وي نو به ددې ولايت په نورو دولتي برخو کي څونه نوري نيمګړتياوي موجودي وي؟ ",آيا قانون نسته او که يې حکومت د پلي کولو توان نه لري؟ 1587,محمدحسن حقيار," محمدحسن حقيار   دتېر کال دسپتمبر په مياشت کې په ډنمارک  کې خپرېدونکې ورځپاڼې (يولانډ زپوسټن) دځمکې پر مخ  دترټولو غوره بشر رحمت للعالمين  حضرت رسول اکرم صلى الله عليه وسلم دولس کاريکارتونه ووېستل چې په يوه کې يې خاتم الانبياء ص په داسې ډول ښودل شوى چې دپګړۍ په شکل بم يې پر سر دى ،دې کار په هماغه وخت کې هم دمسلمانانو غوسه راوپاروله خو داغوسه هغه وخت څپ څپانده او  طوفاني شوه چې له لومړنيو کارتونونو څخه شاوخوا شپږ مياشتې وروسته يعنې دروان ميلادي کال دفبرورۍ په مياشت کې داروپا شا وخوا شپيتو ورځپاڼو ددې شر اور ته يو ځل بيا هغه وخت لمن ووهله چې په ډېر وقاحت او بې شرمۍ يې دحضرت محمد ص او دهغه دسپېڅلې کورنۍ ګڼ شمېر کاريکاتورونه  يو ځل بيا رسم او خپاره کړل . دورځپاڼو چلوونکيو وېلي دي چې ددوى مهم غرض دادى چې دترهګرۍ  اصلي سرچينه چې هغه ددوى په وينا داسلام دين او همدا حضرت محمد ص دى خلکو ته ور وپېژني . که دکاريکاتور وېستونکيو او خپروونکيو  مرکو او څرګندونو، په نړيواله کچه ددې کار پايلو او داروپايي هېوادونو ساړه چلند ته سړى وګوري نو ويني چې دلته هرومرو تر کاسې لاندې نيم کاسه او دپردې تر شاه نورې خبرې شته دي او داسې برېښې چې خبره دې دومره ساده نه وي چې يواځې يو انځورګر  يا دڅو ورځپاڼو چلوونکي دې په کې لاس ولري داسې ښکاري چې داد مسلمانانو او ديهوديانو او عيسويانو دجنګولو لپاره زمينه جوړول اويوه کلکه دسيسه ده ځکه دهرې عقيدې او هر فکر خاوند پوهېږي چې حضرت رسول اکرم ص  په هر مسلمان له خپل ځان ،خپل اولاد، مور او پلار، هر چا او هر شي ډېر ګران دى او دده په نوم په ميليونونومسلمانانو خپلې وينې تويې کړي او تويوي يې  نو دداسې عظيم الشان شخصيت په شان کې بې ادبي، توهين او سپکاوى به څنګه وزغمي او بيا يو ځل هم نه په تکرار ډول يې ترسره کول، په دې دسيسه کې دخيل لاسونه او خلک بايد وپوهېږي چې ددې کار ، پايلې به ددوى له اټکل څخه هم ډېرې ناوړه وي او که دوى دې شرارت ته دوام ورکړي او په خپل کار پښېماني ونه ښيي نو کېدلى شي چې  ملياردونه انسانان به ديو بل وينو ته تږي کښېني، داشرارت داشخاصو او يادوه حکومتونو ترمنځ نه، بلکې داديانو کولتورونو، ايديولوژيو او ملتونو ترمنځ ټکر راولي ټول بشريت ديو بل پر ضد پاروي او پاڅوي نو ملګري ملتونه او داروپايي هېوادونو چارواکي بايد له تعقل او تدبر څخه کار واخلي. لنډ فکر ونکړي دوى بايد دداسې لمسوونکيو او پاروونکيو شرارتونو مخه ونيسي، ددې کار عاملين په بين المللي  محکمه کې محاکمه کړي، درنه سزا ورکړي او دا چې ددوى په دې شيطاني حرکت سره دنړۍ ديو زر او درې سوو ميليونو مسلمانانو احساسات ټپي شوي او دردېدلي دي په کلکه بخښنه وغواړي دوى بايد دې ناوړه کارته دبيان دازادۍ درنګ ورکولو هڅه ونه کړي. دادنړۍ په هېڅ دين، هېڅ قانون او هېڅ دستور کې نشته چې بيان دې دومره ازاد وي چې په معتقداتو او مقدساتو دې ملنډې ووهل شي او ددين او عقيدې سپکاوى  دې وشي او دملګرو ملتونو په منشور کې هم بيان او ميډيا ته دومره ازادي نه ده ورکړل شوې .   اسلام او مسلمانان هر دين ته احترام لري او په ځانګړي  ډول يهوديت او عيسويت خو حق اسماني دين بولي او د حضرت موسى او حضرت عيسى عليهم السلام په حق کې لږه بې ادبي هم کفر بولي نو ددې اديانو لاروي ولې داسې ناوړه او تخريشوونکي کارونه کوي . داسلامي هېوادونو له مشرانو او دنړۍ له ټولو مسلمانانو څخه موغوښتنه داده چې داډول کفري کارونه او بې ادبۍ دې وغندي ددې پر ضد دې خپل غږ پورته کړي غونډې او لاريونونه دې وکړي خو دا هر څه دې په سوله ييزه توګه ترسره کړي. نه دې پکې د چا موټرسوځوي ،نه دچا کور او نه هم دولتي ودانۍ، او نه دا په شريعت کې روادي چې کارتون دې په اروپا کې انځور شوى وي او يو مسلمان دې په افغانستان  يا پاکستان يا سعودي کې ووژل شي او يادې مالي زيان ورورسېږي. مسلمانان بايد ددې هېوادونو له توليداتو سره پرېکون اعلان کړي نه دې يې پېري او نه دې يې کاروي. او داسلامي هېوادونو مشران هم بايد له دې هېوادونو سره هر ډول سياسي، ديپلوماتيکي او اقتصادي اړيکې وشکوي چې پر دوى ښه فشار راشي، بخښنه وغواړي ،پښېماني ښکاره کړي او راتلونکي کې دداډول ناوړه کارو مخه ونيسي  همداراز اسلامي کانفرانس هم بايد په لوړه کچه داخبره راپورته او احتجاج  وکړي او دنړۍ ټول مسلمانان بايد خپل يووالي او همغږى جوته کړي خو دا هر څه دې په سوله ييزه فضا کې ترسره کړي.     ",ولې دمقدساتو توهين کېږي ؟ 1588,," ", 1589,," ", 1590,بېنوا فرهنګي ټولنه - کندهار," د ښكلا د څښتن (ج) په حسين نامه د ښكلا خبري   ځان مرګي بريدونه_كاږه تعبرونه   په دې وروستيو كي د افغانستان په سهيل لويديځه سيمه كي د ځان مرګو بريدونو يوه هېښوونكې او زړه لړزوونكې څپه راولاړه  شوې ده چي ډېرى كورني او باندني څېړونكي او د افغانستان په ستونزه كي ښكېل اړخونه يې هك پك كړيدي، پر دغه ډول پېښو باندي دننه او د باندي ډېر څه وويل شول او لاهم د څېړني لپاره د ورځي تر ټولو توده ستونزه ګڼل كېږي. څېړونكي دا ځان مرګي پيښي د عراق هغو ته ورته بولي، په عراق كي دا ډول دوې_درې پييښي د ورځي حتمي خبره ده، هلته څوك دا شك نلري چي دا به ګواكي د عراقيانو كار نه وي، خو د افغانستان چارواكي وايي چي دا ډول ځان مرګي بريدونه د افغانانو كار نه دى بلكي د پرديو دود يې بولي خو تر اوسه دوى نه هغه څوك نيولي دي چي دغه ډول بريدونه كوي او نه هم هغه هيوادونه ښيي چي دغه بريد كوونكي پر شا ټپوي. زياتره باند ني څېړونكي هم ډېر مهال د افغان چارواكو له خولې ليكي چي دا د افغانانو د دود برخه نه ده، په پاى كي ددې معما رښتنى ځواب څه دى او ددغو بريدونو د كږو تعبيرونو اړتيا څه ده؟ راشى چي د يو څو شيبو لپاره پر افغانانو او افغانستان تېرېدونكو پيښو ته لږ  بې پرې او د واقعيتونو په رڼا كي كتنه وكړو او د دغو پيښو د لاملونو له مخ څخه د مصلحتونو او پاليسيو پرده پورته كړو. كه چيري چارواكي يا ځيني څېړونكي دا خبره كوي چي ځان مرګي بريدونه د افغانانو دود نه دى، نو دا رښتيا هم بايد هېر نكړي چي د افغانانو په كورونو د پرديو كفارو، د وحشي ليوانو غوندي ورننوتل هم د افغانانو له دود، كلتور او ګروهي سره د خورا يو لوى ټكر پېښه ده، او دې پيښي ته بايد په غټو او رڼو سترګو وكتل شي او ړوند و كوڼ چلن ورسره ونه شي. د افغانانو د كلتور دا اړخ بايد هيڅكله له ياده ونه ايستل شي چي كه د يوه افغان په كور دده د اكا يا ماما زوى هم دده له اجازې پرته ورننوزي، لاهم خبره ورسره د مرګ تر پولي رسوي، له پردي سړي څخه خو چي دا ډول حركت وويني يا يې سر غوځوي، كه يې دا توان نه وي نو دا خو حتمي ده چي تر خپله ككرۍ ورته تېرېږي. اوس نو ديوه افغان په كور د يوه كافر د ننوتلو پايله كه د افغان ځان مرګى بريد و بولو، نو درانه لوستونكي دي قضاوت وكړي چي څومره پر ځاى اټكل به وي. د ولسمشر حامد كرزي حكومت په تيرو څلورو كلونو كي د ځينو لاسته راوړنو تر څنګ ډېري جدي ستونزي او نيمګړتياوي هم لرلي دي، چي يوه تر ټولو لويه يې دا ده چي له بده مرغه ډېرى افغانان دده له ادارې څخه ډېر ليري سوي او ورباندي د باور كچه يې ډېره رالوېدلې ده چي له لويو لاملونو څخه يې يو  همدا د خلكو په كورونو د امريكايي پوځونو په سپين سترګۍ ننوتل دي. دا رښتيا ده چي په اول سركي افغانانو د ټلوالي ځواكونو ته د مرستندويانو په قانوني سترګه كتل خو اوس ورو_  ورو دا ذهنيت پراخيږي چي دوى يرغلګر دي، ځكه د دوى كړني زياتره مهال يرغليزه بڼه لري، كه څه هم د ښاغلي كرزي حكومت په څو_څو واره ورباندي ږغ كړى ان په جدي لهجه يې ورته ويلي چي بايد خپل سري بمبارۍ او نيوني ونكړي، نه د چا په كور ننوزي، خو دوى يې په كيسه كي هم نه دي او هغه څه كوي چي زړه يې غواړي، كله د بېوزلو افغانانو پر ودونو له آسمانه  سره اورونه اوروي، كله پر خپل سر بېګنا انسانان نيسي او په كورونو يې ورننوزي، كله_كله د مړو جسدونو ته اور اچوي او كله هم له بنديانو سره ډېر ناوړه چلن كوي، چي دا ټول كړه وړه هم د افغانستان د اساسي قانون، هم د ملګرو ملتو د منشور هم د بشري حقونو د نړيوال اعلاميې، لنډه داچي د هر ځاى د اصولو ضد دي. يو ځل روسان له امريكايانو څڅه مخكي د ورته لوبي لوبغاړي وو چي د ناكامۍ شرم يې ټولي دنيا وكوت. هغه مهال هم افغانان د هغوى د پوځي توان سيالان په هيڅ توګه نه وو او هغه يو نيم ميليون ككرۍ چي يې پر وړاندي خاوري شوي نو دا شهيدان د ژوند په هيله د هغوى مخ ته نه وو ورغلي، بلكي د حتمي مرګ په هوډ يې د بېساري مبارزې لار خپله كړې وه. نن كه هم د افغانانو د روحيې پر  بنسټ ورسره چلن ونه شي نو دوى ته تر سرتېرېدل اسانه خبره ده خو د دغه اسانه كار درنې، خونړۍ او ناوړي پايلي به خپله افغان ملت، سيمي او نړۍ نه يو خورا په وينو لړلى پيغام ولري. مخكي له دې چي فرصت له لاسه و وزي، همدا اوس لا بايد په سړه سينه، او رڼو سترګو د واقعيتونو په رڼا كي د پېښو پېچلي اړخونه ووينو.   د ښكلا د څښتن په امان د ښکلا مجلې اداره  يادونه : ( ښکلا ) مجله په هرو دوو مياشتو کي د بېنوا فرهنګي ټولني له خوا خپرېږي .که تاسو هم غواړﺉ دا مجله په چاپي بڼه ترلاسه کړﺉ ، د ګډون کولو وروسته به هره نوې ګڼه ستاسو دکور پر پته ولېږله شي . د مالوماتو د پاره دا ځای کښېکاږﺉ .     ",د ( ښکلا ) خبري 1591,," جلالزی = کابل استخباراتي مامورین وایي چاودنه د 5 شنبه په ورځ سهار د ظفر کالوني په سیمه کښي په یو ویډیوکست پلورنځۍ کښي را منځ ته شوې او څلور تنه پکښي ژوبل شوي دي . پولیس وایي د پیښي لامل تر اوسه ندی روښانه خو گمان کیږي چه دا کار به د اسلام پالو سخت دریځو له خواه تر سره شوی وي . ",د پاکستان په ډیره ا سماعیل خان کښي چاودنه شوې 1592,," جلالزې = کابل د روسیه په پلازمینه مسکو کښي د یو مارکیت د بام د راغورځیدو په پیښه کښي درنه مرگ ژوبله را منځ ته شوې ده  چارواکی وایي پدې پیښه کښي چه نن سهار را منځ ته شوه 27 تنه مړه او د دیرشو په شاوخواکښي هغه کسان چه په مارکیت کښي یې کار کاوه ژوبل شوي دي . د پیښي لامل د درنې واوري ورښت په گوتو شوی . د ژغورني د ډلي مامورین و ایې د دوی له خواه په خاورو خزلو کښي د گیر پاتي شویو کسانو لټون روان دی خو نشي ویلای چه د مړو شمیره به څو تنو ته ورسیږي په روسيه کښي تير کال هم د د لامبو د يو حوض چت  د واوري له دروندوالي له کبله نړېدلی و چي په سلګونو کسان ئې وژلي و . ",په مسکو کښي دچت نړيدو مرګ ژوبله رامنځته کړی ده 1593,," جلالزی = کابل د ولسي جرگې د پکتیا د ولایت د وکیل پاچاه خان ځدران د سپرلۍ په موټر چاودنه شوې  د پکتیا د امنیت امر غلام نبي وویل چه دې د پیښي تاید نشي کولای خو عیني شاهدانو ویلي چه پیښه تیره شپه 12 بجې د وازي خواه په ولسوالۍ کښي رامنځ ته شوه او له چاودني وروسته د نوموړي په موتر وسلوالو کسانو برید وکړ ویل شوی په برید کښي په خپله پاچاه خان ځدران په موټر کښي شتون نه درلود خو پلویانو ته یې هم مرگ ژوبله نده اوښتې . له دې مخکي د کاپیسا ولایت نه ولسي جرگې ته د وکیلي سامیه سادات په موټر هم وسلوال برید شوی وو چه نوموړې له برید نه روغه رمټه ژغورل شوې وه خو یوازي یو ساتونکی یې ژوبل شوی وو ", دولسي جرګې دوکيل پاچاخان ځدارن په موټر بريد شوی 1594,," جلالزی = کابل د شمالي اتلانتیک ناټو تړون د سرتیرو ماموریت به په افغانستان کښي کلونه کلونه وخت ونیسي  دا موضوع په افغانستان کښي د کاناډایي سرتیرو قومندان تورن جنرال میچیل گواتیر،گارډین ورځپاڼي ته په خبرو کښي کړی ده .  گوتیر ویلي چه د ماموریت د اوږدیدو علت وروستي ناکرراي دي چه د افغانستان په سویلي ولایتونو کښي یې کچه د پخواه په پرتله ډیره شوې ده. اټکل شوي چه کاناډا به په راتونکي کښي د ناټو قومانده هم په لاس کښي واخلي . ",د ناټو عسکر به تر ډيره په افغانستان کښي پاته شي 1595,," جلالزی = کابل افغان ستنیدونکو کډوالو ته به د ملگرو ملتو د کډوالو دچارو ادارې مرستي د تل په شان په همغه کچه رواني وي د ملگرو ملتو د کډوالود چارو کمشنیري یو ان اچ سي ار یو تن ویاند ښاغلي (ویون تن) دا ټکي څرگند کړي دي . نوموړي وویل چه مرستي به تر دې کچي لوړي نشي . تر اوسه ویل شوي چه څه د پاسه دوه ملیونه تنه افغان کډوال په پاکستان کښي ژوند کوي .  و دا کسان ټاکل شوې چه په روان کال کښي خپل هیواد ته راستانه شي . ",افغان کډوالو ته به د يو. ان . ايچ . سي . ارمرستي لوړي نشي 1596,," جلالزی= کابل د 445 چرگو ویني د چرگانو دټوغکي د احتمالي ناروغۍ د معلومولو په موخه ایټالیا ته استول شوي دي  د ملگرو ملتو د خوړو او کرني د ادارې یو استازي د دې ټکي په ویلو سربیره ویلي چه دا هم له توان لري خبر ده چه افغانستان کښي دي د همدې ناروغۍ د خپریدو مخ نیوې وشي . د ملگرو ملتو دې ادارې دا خبرداري هم ورکړی چه افغانستان د انفلونزا د ناروغۍ له خواه تر محاصره لاندي نیول شوی دی . دا ناروغي د ( اچ پنځه آن یو ) ویروس په مل تیا خپریږي او د هگیو او چرگانو بیعي په افغانستان کښي خپلی ټیټي کچي ته رارسیدلي دي هان دا چه یوه هگۍ 2 افغانیو ته راټیټه شوې او د چرگي غوښه هم  40 افغانۍ را ټیټه شوې ده ",په افغانستان کي د چرګانو د ټوغکي احتمالي ناروغي 1597,," جلالزی = کابل پولیس وایې چاودنه د کندوز په ولایت کښي رامنځ ته شوې ده . د پیښي پر مهال 2 تنه مړه شوي او 13 نور کسان چه یو جرمنی سرتیری هم پکښي شامل دی ژوبل شوي دي  د کندز د پولیسو قومندان محمد رازق د وینا پر بنست چاودنه ځانمرگی بريد  نه و او له هغه بایسکل نه رامنځ ته شوې چه چاودیدونکي توکي پرې تړل شوي وو . ",کندوز کي د ناټو تړون په موټرو بمي چاودنه وشوه 1598,محمد يونس برهان," محمد يونس برهان  (کب ٥ مه، ١٣٨٤)   ها بله ورځ له بهر څخه راغلى د مجددي صاحب د کورنۍ يو وتلي غړي راته د هغه د روحاني کورنۍ د سټو د نيولو کيسه کوله . دى کابل ته د دې لپاره راغلى و، چې دلته په محکمه کې د هغه چا پر وړاندې شاهدي ورکړي، چې د ده د کورنۍ سربېره يې نور په زرګونو کسان هم وژلي دي . هغه ويل، کله چې يې زما پلار، نيکه، ترونه او د کورنۍ نور نارينه غړي، چې ٣٥ تنه کېدل، يوه شپه پل چرخي ته بوتلل، په دا بله ورځ راغى او راته ويل يې: ((اوس مو څنګه حال دى مستبدينو، فيوډالانو او اخوانيانو؟  اوس مو خپل خداى را وبولئ چې رانه و مو ژغوري .)) همدې سړي د محکمې وروستۍ غونډې ته نږدې ٢٥ ورځې مخکې وويل: ((زه بېګناه يم، زه بايد خوشى شم، ما خو هېڅ نه دي کړي.))   دا ښاغلى، په افغانستان کې د کمونيستانو د واکمنۍ د وخت د اګسا( استخباراتو) د مشر، اسد الله سروري و، چې د کب په ٦مه يې محاکمه بيا پيلېږي . دا د اوسني دولت لپاره کېداى شي د جنګي جرمونو تر ټولو غټه دوسيه  او د عدالت لويه ازموينه وي. د اسدالله سروري پر ضد، چې له نږدې ١٣ کلونو راهيسې په بند کې بې له محاکمې او تر سږ کاله پورې بې پوښتنو ګروېږنو ژوند تېروي، ډېر داسې تورونه شته  دي چې کېداى شي  هغه د اعدام له جزا سره مخامخ کړي . نوموړى تورن دى، چې په زرګونو خلک يې نيولي، شکنجه کړي او وژلي دي. آن، د هغه پر ضد د ټولوژنې تورونه هم شته.  دا د پخواني  کمونيست پلوه دولت د جنګي مجرم او په ټوليزه توګه په تېرو څلورو کلونو کې د حکومت لخوا د جنګي جرمونو په تورونو لومړۍ محکمه ده، خو د اندېښنې وړ خبره دا ده چې د هغه په قضيه کې چې روانه ده، ډېر تورونه سياسي راوړل شوي دي . که څه هم هغه اوس  دموظف څارنوال له خوا د لږ تر لږه ١٨٠ا تنو په وژنه تورن شوى او داعدام غوښتنه ورته شوېده، خو په روانه قضيه کې پر هغه لګېدلي تورونه ، داسلامي دولت ضد کړنې دي او د داود خان د مهال د جزا قانون په رڼا کې محاکمه کېږي، چې په هغه کې  د جنګي جرمونو په اړه ډېر څه نه دي ويل شوي.  د ده پر وړاندې د سياسي قضيې مخکې وړل، کېداى شي د هغه محاکمه نوره هم ډېره وځنډوي او په پاى کې يې جزا هم سپکه کړل شي.   اسدالله سروري دغزني اوسېدونکى دى او دکمونست پلوه واکمن نور محمد تره کي دادارې (چې په ١٣٥٧ لمريز کال دغويي په اومه ديوې کودتا له لارې واک ته ورسېد او د ١٣٥٨ دوږي تر ٢٥ نېټې پورې واکمن پاتې شو)  داستخباراتو درييس په توګه دنده اجرا کوله . سروري چې دکارمل دحکومت  ١٣٥٨ په لومړيو ورځو کې يې دانقلابي شورا او دصدراعظم دمرستيال په توګه دنده تر سره کړې ده ، په ١٣٧١ کال کې داسلامي دولت له خوا ونيول شو او تر اوسه يې١٣کاله دپنجشېر او کابل په بنديخانو کې تېر کړي دي. سروري دمجاهدينوتر بري مخکې په هندکې اوسېده،چې بياوروسته د مجاهدينو لخوا  دکابل له نيولوسره سم،هېواد ته راستون شو،نوموړى دلنډ مهالې ادارې تر راتګه پورې په پنجشير کې دقوماندانانوله لوري نظربند و.   زه بېګناه يم سروري دلومړي ځل لپاره دروان کال دمرغومې په ٥مه په کابل کې يوې ښکاره محکمې ته حاضر شوى و، او بيا دسلواغې په ١١مه د محکمې په غونډه کې راښکاره شو، خو دواړه ځلې د سروري په غوښتنه پرېکړه وځنډېده.    د محکمې په دواړو غونډو کې د تر ټولو بدنامې ادارې مشر، چې لا هم ځان بېګناه بولي، د اعدام د غوښتنې لپاره په سلګونو خلک را ټول شوي وو.  د شهيدانو د کورنيو قهرجنو خپلوانو ژر تر ژره د سروري اعدام غوښت، خو محکمې د تورن په يوه کوچنۍ پلمه، چې ګواکې قضيه يې نه ده لوستې، دوه ځلې پرېکړه وځنډوله.  محکمې بيا هم له شاهدانو او د قربانيانو له کورنيو څخه غوښتي دي، چې د محکمې غونډې ته راشي. دا ځلې پر بېلابېلو ولاياتو سربېره، ان له اروپا او نورو بهرنيو هېوادونو څخه هم د سروري د جرمونو شاهدان او د شهيدانو وارثان راغلي دي، خو که بياهم د ابتدايي محکمې پرېکړه ځنډېږي،اټکل کېږي چي دا به د محکمې رښتينى واک تر پوښتنې لاندې راولي.    د ورک شويو برخليک څرنګه چې د سروري محاکمه د کمونيستانو د مهال د يواځينۍ او تر ټولو د جګپوړي سړي قضيه ده چې د هېواد د ننه روانه ده، له هغه څخه بايد د وژل شويو او نيول شويو کسانو د برخليک په اړه پوښتنې ګروېږنې هم وشي، چې په زرګونو کورنۍ ورته لا هم منتظر دي.   د هغه د څارګرۍ کسانو هغه مهال تر ټولو ناوړه ځواک وو، چې ډېرى نيونې، شکنجې او وژنې دوى تر سره کولې او تر ډېره ځايه يې د پوليسو دنده هم پر مخ بيوله.  ښاغلي سروري کولاى شي د شهيدانو د ډېرو خپلوانو هغه پوښتنو ته ځواب ووايي، چې د دوى د کورنۍ غړي چېرته دي، چېرې وژل شوي، چېرې ښخ شوي او که به لا هم چېرته ژوندي بنديان وي.  د محاکمې په تېرو دوو غونډو کې هم ډېرو د کمونيستي رژيم د جناياتونو قربانيانو له سروري څخه وغوښتل چې د هغوى د نيول شويو خپلوانو پته ورکړي.  خو، ده سر ټيټ اچولى و. همدارنګه، له سروري څخه بايد د هغه د جرمي شريکانو په اړه هم پوښتنې وشي.  ښکاره خبره ده، چې نيونې، شکنجې او ټولوژنې ده په يوازې سر نه تر سره کولې، بلکې د نورو چارواکيو په سلا او مرسته يې دا کار کاوه.  د هغو کسانو چې هغه مهال له ده سره د ناوړه کړنو په ترسره کولو کې ښکېل وو، بايد پوښتنې وشي او کوم چې يې ژوندي دي، بايد محاکمې ته راکش کړل شي.   قبيلويت او کيڼ لاسې خو، يوه ستونزه چې لا هم د افغانستان وېشلې ټولنه ورسره مخ ده، هغه تر هر څه مخکې د قبيلويت پالنې ذهنيت دى، چې له بده مرغه په دې وختونو کې يې تر مثبتو پايلو منفي زياتې ليدل کېږي.  د همدې روحيې پر بنسټ، د سروري د راخوشې کېدلو لپاره په دې وروستيو کې يوه ډله کسان د سروري د خوشې کېدلو د غوښتنې لپاره کابل ته راغلي وو. کېداى شي، له هغوى سره بې له قبيله پالنې پرته بل هېڅ فکر نه وي.  دوى څنګه زړورتيا کوي ، چې د داسې جنايتکار د بخښنې غوښتنه کوي، چې د افغانستان رښتيني تاريخ به هېڅکله د هغه ناوړه کړنې هېرې نه کړي؟ زه باور لرم، که همدا سروري نن خوشى واى، په پارلمان کې به وو. خپله خلک دي، چې دوى ټاکي او تېر مهال هېروي. ولې تر دې کچې قبيلويت ته پام وکړو؟  سيد محمد ګلابزوى او نورالحق علومي کوم داسې ښه کار کړى، چې خلک يې د استازو په توګه غوره کوي؟  خپله خلکو تر ټولو ستر جنايتکاران نن بيا واکمنۍ ته رسوي.  تر څو داسې تاريک ذهنيت؟ خو، ټوله پړه د خلکو پر غاړه هم نه شي اچول کېداى.  داسې برېښي، چې پياوړي بهرني لاسونه يو ځل بيا په هېواد کې د کيڼ لاسيو (چپيانو)، چې نږدې ټول يې پخواني کمونيستان دي، د بيا واک ته رسېدو په هڅه کې دي.  په دې کې شک نشته، چې کوم کيڼ لاسي چې اوس پارلمان ته رسېدلي يا په نورو جګپوړو څوکيو باندې کار کوي لږ تر لږه د پيسو په برخه کې له بهره ملاتړ تر لاسه کوي.    ويل کېږي د سروري د خوشې کېدو او بخښنې لپاره د هغه پخواني ياران چې اوس په يوه ډول نه يو ډول په واک کې دي هڅې پيل کړې دي، چې د ولسمشر کرزي د حکومت لپاره يوه بله ازموينه ده.  خلک به وګوري چې بيا هم څومره ناوړه غوښتنو ته پام کېږي او د ولس په ستونې باندې پښه ايښودل کېږي که نه؟ د افغانستان عدالت بايد له نورو نه زده کړي، چې د جنګي جنايتکارانو محاکمه په څه ډول پر مخ بوزي.  په هالنډ کې د افغانستان د کمونيست پلوه ادارې د استخباراتو دوه نور جګپوړي چارواکي، حسام الدين حسام او اسدالله، ونيول شول او په شپږ مياشتې کې يې د محاکمې پروسه ختمه شوه او تر ١٣ کلونو پورې په بند محکوم شول. د افغانستان د دولت که  هغو جنګي مجرمينو ته چې نن د قانون جوړونې او نورو دولتي څوکيو په واک کې دي زور نه رسېږي،  لږ تر لږه د هغو محاکمه خو دې په عادلانه توګه پرمخ بوزي چې دم ګړۍ يې تر بند لاندې دي او پوره واک پرې لري.      ","""اوس مو خپل خداى را وبولئ چې رانه و مو ژغوري""" 1599,," طالب اورپکو د پنجشنبې په شپه په يوسله وال بريد کې ٤ تنه افغان دولتي عسکر د هلمند د ګرشک په سيمه کې وژلي دي . بريد هغه مهال شوى چې د افغان اردو عسکرو يو قطارد سنګين څخه د ګرشک په لور روان وو. په بريد کې دوه تنه نور سرتيري ژوبل شوي دي .له بل لوري د هلمند امنيتي چاراکو د دغه ولايت د ناوې ولسوالى په مربوطاتو کې د يو طالب قوماندان په ګډون ٢تنه طالب جنګيالي نيولي دي. د دغه ولسوالى اداري مدير هم تښتول شوي دي. همداشان د کندهار د شاولي کوټ په ولسوالۍ کې د يو ناکام ځانمرګي بريد هڅه شنډه شوي اوځانمرګى د ائيتلافى ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي . امنيتي چارواکي وايې چې ځانمرګي د چاوديدونکو توکو ډک موټر يو ځل د بهرنيو ځواکونو له ګادي سره جنګولى ، خو نه دى چاوديدلۍ . له دغه موټر څخه چاوديدونکي توکې ايستل شوي دي.د ننګرهار د خيوې ولسوالۍ په سيمه کې بيا د يوې قومي نيښتې په ترځ کې له دواړو لورو ٢ تنه مړه او څلور تنه ټپيان شوي دي ، شخړه د يوې هديرې په سر رامينځ ته شوې ده.پوليسو په دې اړوند ٢ تنه نيولي دي.په مزارشريف کې بيا پوليسو تيره ورځ د پى ار ټي دفتر ته څيرمه د چاوديدونکو توکو يو د يګ بخار تر لاسه کړى دى. ",هلمند، کندهار اوننګرهار کې مرګ او ژبله 1600,," د ازبک مليشو جګړه مار مشر جنرال دوستم وايي دولت کولاى شي زموږ د فوځي او حرفوي ځواک څخه د ترهګرۍ او طالبانو ضد مبارزه کې استفاده وکړي . زموږ ځواکونه له طالبانو سره لاس په لستوڼي جنګيدلې او په اسانى زموږ مخې ته نه شي دريدلاى . که چيرې دولت زموږ له ځواکونو څخه ګټه واخلي ،يا به خپله ځان ورک کړو يا به طالبان او القاعدۀ . ده داخبرې په شبرغان کې په داسې مهال کې وکړي ،چې د ده يو شمير پخوانيو جګړه مارانو ٤٠٠ ميله سپکه اودرنده وسله د پنجشنبې په ورځ د ډاياګ پروګرام ته وسپارله .د پخواني کمونيستى رژيم دغه ازبک جګړه مار خپل سر په جګړو کې سپين کړى ، چې اوس هم په دولت کې د پوره ځواک څښتن دى .د شمال يو شمير اوسيدونکي وايي دوستم او پلويان يې په زرګونه ميله درنده او سپکه وسله لري او يو شمير قوماندانان يې لا اوس هم د ټوپک له خولې په ځينو سيمو کې خبرې کوي. ",دوستم : يا به ځان ورک کړو يا طالبان . 1601,حقمل," د برازيل د (ريو دو ژانرو) په ښار کې د يو ستر کارناوال په نندارو کې ددغه ښار له موزيم څخه د پيکاسو، دالى ، مونه او ماتيس انځورونه غلاشوي دي . څلور تنه وسله وال غله د موزيم د کار له ختميدو يو څه وړاندې موزيم ته دننه شول ،او د امينتي کمرو له بنديدو وروسته په دې توانيدلى ،چې د انځور ګري ستره غلا په بري سره ترسره کړي . پوليس د غلو د نيولو هڅې ګړندى کړې او زيار باسي چې انځورونه بهر ته ونه وزي . ",په برازيل کې د انځورګرى ستره غلا . 1602,حقمل," د بى بى سى د رپوت له مخې د سوډان يو سړى کليوالې جرگې اړ کړ چې له يوې اوزې سره وادۀ وکړي .دغه سړى له اوزې سره په جنسي عمل نيول شوى و .د اوزې څښتن ښاغلي الفي د تومبي په نامۀ سړى مخامخ ونيوۀ او کليوالې جرگې ته يې له اوزې سره حاضر کړ . جرگه والو ښاغلى تومبي اړ کړ چې ١٥٠٠٠ سوډاني ديناره چې ٥٠ امريکايي ډالره کيږي د ولور په توگه ښاغلي الفي ته وسپاري . الفي وويل (( موږ اوزه ور وسپارله او تر کومه ځايه چې زۀ خبر يم اوزه لا هم ورسره ده . )) ښاغلي الفي د جوبا پوسټ ورځپاڼې ته وويل (( د فبروري په ١٣ نېټه مې نيمه شپه يوه چيغه واوريده ، په منډه ورغلم که گورم چې ښاغلى تومبى له اوزې سره په جنسي عمل بوخت دى . )) (( ما ورته وويل دلته څه کوې ؟ دى خړ شو په شا ولويد . لاسونه مې وروتړل . )) ښاغلي الفي وروسته د کلي مشران وروغوښتل او پوښتنه يې وکړه چې له تومبي سره څه وکړي ؟ کليوالو سلا ورکړه چې پوليسو ته دې يې نه سپاري ، ولور دې ترې واخلي او اوزه دې ور وادۀ کړي ",بى بى سى :سوډاني سړي له اوزې سره وادۀ وکړ . 1603,,"   دملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي بینوا خبریال ته وویل چې نن شنبه دافغانستان، پاکستان او دائتلافي ځواکونو له لوري درې اړخیزه غونډه روانه ده چې دامنیت، استخباراتي اړیکو دپاکستان افغانستان پر پوله پرتې ستونزې  او په گڼ شمیر نورو موضوعاتو خبرې کیږي. دا ددرې اړخیزه غونډو پنځلسم وار دی چې دافغانستان، پاکستان او دامریکا هیوادونه یې دافغانستان دامنیت په اړه کوي. ",درې اړخیزه غونډه په باگرام کې روانه ده. 1604,کابل," له هغه وروسته چې يوې ډنمارکي ورځپاڼې د حضرت پيغمبر (ص) د کارتون په خپرولو سره د ټولې اسلامي نړۍ سپکاوۍ وکړ ،د غه هېواد د صادراتوله پلوه ډير زيان وليد، او په سياسي او ديپلماتيک ډګر کې يې اړيکې له اسلامي هېوادونو سره خرابې او ټپي شوې .د يو ډنمارکي بانک ( سيکا) د څيړنو له مخې د ډنمارک اقتصاد ته د بنديزونو له کبله څه ناڅه ٣٢٠ ميليون يورو زيان رسيدلۍ دى . د بانک څيړنه ليکي ، تراوسه له ٥٠٠ ميليون يورو زيان کوپن هاګن ته رسيدلۍ، او که دغه بنديزونه يو کال دوام ومومي ډنمارک به يوازې د لبنياتو او خوړوتوکو په برخه کې يو اعشاريه يو ميليارد يورو زيان وګالي او ١٠ زره نفر به خپل کار له لاسه ورکړي .٢٠ اسلامى هېوادونو ته د ډنمارک کلنۍ يو اعشاريه ٦ ميليارد ډالر د بنديز له خطر سره مخامخ دى. ",ډنمارک له هر پلوه زيانمن شو . 1605,," د العربيه تلويزيون څو شيبې وړاندې د يو لنډ خبر په خپرلو سره د کربلا ښار کې د يوې درندې او سختې چاودنې خبر ورکړى او ويلي يې دي چې په دغه چاودنه کې په لسګونو تنه مړه او ټپيان شوي دي. چاودنه په يو موټر کې رامينځ ته شوې ده . په يو رپوټ کې راغلې په دغه چاودنه کې د ٢ تنو پوليسو په ګډون دوې ميرمنې او يو ملکي کس وژل شوي او ٥٣ تنه نور ټپيان شوي دي . چاودنه د کربلا په ٢ کيلومترى د پوليسو مرکز ته نيږدې د العالم په گن ميشته سيمه کې رامينځ شوې ده .د بغداد ښار کې له ګرځبندى سره_ سره د دغه ښار په څنډو کې د شيعيه ګانو او سنيانو ترمينڅ اخ او ډب رامينځ ته شوى او دعراق د يوې وتلې تلويزيونى خبريالې په جنازه هم وسله وال بريد شوىدى . اود بعقوبي په ښار کې وسله والو کسانو د يوې کورنۍ ١٢ تنه غړي وژلي دي.په يو وروستي رپوټ کې راغلي چې د عراقي خبريالي په جنازه کې قبر ته نيږدې بمې چاودنه شوې چې له کبله يې يو شمير پوليس او جنازه کوونکي ټپيان شوي دي. ",دعراق په کربلا کې درنده چاودنه شوې . 1606,حقمل," ټاکل شوې ده په راتلونکو ٣ اونيو کې د بنګله ديش او يونيسف په مرسته په دغه هېواد کې څه ناڅه ٣٣ ميليون ماشومانو ته د سرخکانو د واکسين ستنه ولګول شي .د يونيسف د رپوټ له مخې هرکال ٢٠ زره ماشومان د سرخکانو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي. ددغه ستر کمپاين له پاره ٤٠ ميليونه واکسين تيار شوي دي. ",دبنګله د يش ٣٣ ميليونه ماشومان واکسين کيږي. 1607,حقمل," د تره کي د رژيم د استخباراتو مشر اسدالله سروري نن د کابل په يوه ابتدائيه محکمه کې په اعدام محکوم شو. د محکمې مشر قاضى بختياري پس له هغه نه چې دموظف څارنوال له خوادعوا او شواهد وړاندې شول ، اسدالله سرري ته يې د مرګ جزا واروله . قاضي وويل چې دى کولاى شي استيناف وغواړي .د نجيبالله د رژيم له نسکوريدو وروسته سروري څه ناڅه ١٣ کاله هلته اودلته( کابل او پنجشير) کې له مجاهدينو سره شپې او ورځې په بند کې تيرولې . څو ورځې وړاندي د غزنى يو شمير اوسيدونکو په يوه کتنه کې دملي پخلاينى او دمشرانو جرګې له مشر صبغت الله مجددى سره د ده د خلاصون غوښتنه درلوده چې ونه منل شوه .د سروري د محاکمې تيرې دوې غونډې د مدافع وکيل د نشتوالى او دسروري د ناروغتيا له کبله ځنډول شوې وې .سروري په دې تورن دى چې د واکمنۍ پر مهال يې په سلګونو تنه بېګناه افغانان وژلى ، بنديان کړي او ځورلي دي. سروري دا ډول تورونه، نه مني او وايي چې يوازې څو مياشتې په دولتي دنده کې پاتې شوى دى.د ناستې په پاى کې سروري په بيړه سره د امنيتي کسانو له خوا و ايستل شو او نيږدې و چې دده له يوې پلوې ناپيږانده ميرمنې سره هغه کسان چې دالله اکبر نارې وهلې ،ژبنۍ شخړه رامينځ ته شي .ميرمنې د ناستې په پاى کې د سروري په پلوي خبرې پيل کړې . ", اسدا لله سروري په اعدام محکوم شو . 1608,," عبدالله احسان خادم کوچی""په کابل کي د جمهوريت روغتون لوحه راکښته شوه او پر ځای يې شفاخانه جمهوريت لوحه ولګوله شوه "" دا خبره  ښاغلي خادم کوچي په هغه خبري برېښناليک کي موږ ته ليکلې وه کوم چي نن رالېږل شوی و ، ښاغلي خادم کوچي تل بېنوا ويبپاڼي ته پر بېلابېلو موضوعګانو ليکني رالېږي ، د جمله بندۍ له پلوه ډيري لږ داسي وي چي د بېنوا ويبپاڼي له پاليسۍ سره سمون لري او خپرې شي، د ښاغلي خادم کوچي د ننني خبر تاييد په کابل کي نه تر اوسه د بېنوا ويبپاڼي همکارانو کړی  او نه له نورو خپلواکو مطبوعاتو خپور شوی دی . که رښتيا هم د اطلاعاتو بې فرهنګ وزير د ايراني فرهنګ د دودولو په لاره کي يو بل ګام پورته کړﺉ وي . بېنوا ويبپاڼي يې په سخته غندنه کوي او دې عمل ته په ولسي جرګه کي د استازو جدي پاملرنه غواړي . ځکه دا په ښکاره د هيواد د اساسي قانون څخه سرغړونه ده ، د اساسي قانون له مخي بايد د هيواد ملي ټرمينالوژي پر خپل ځای پاته شي . تر دې مخکي په لسګونو داسي تاييد سوي خبرونه خپاره سوي دي چي د اطلاعاتو بې فرهنګ وزير د يو شمېر وزارتونو ، کابل پوهنتون ، او پوهنځيو ، کابل ښاروالۍ او . . .   نومونه اړولي ، پر ځای يې دانشګاه کابل ، دانشکده . . . ، شهرداري ، او حتی ملالۍ زېږنتون هم زايشګاه ملالی  ته اړولی دی .   ",جمهوريت روغتون شفاخانه جمهوريت شوه 1609,ډاکتر ماخان(ميږى) شينوارى," ډاکتر ماخان(ميږى) شينوارى د ٢٠٠٦ زېږديز د فبروري ١٦ -                 ماد افغانستان جمهورريس ټاکنو کې  شونې ونډه واخستله او خپل غږ مې ولس مشر کرزي ته ورکړ۰ که نن هم بيا ټاکنى وشي، نو که داسې کانديدان وي، زه به بيا هم ولس مشر کرزي ته خپل غږ ورکړم۰ په  ١١ ۰ د فبروري ٢٠٠٦ ز کال د بي بي سي له خوا د ماليا د وزارت مرستيا وحيدالله شهرانى له خو ايو خبر خور شو، چى د افغانستان د کلنۍ بوديجى څخه يو په درې ډالر په کار لږيدلى  نور ډالر  له مصرف څخه پاتې شوي، چى دا پاتې ډالر اته سوه ميليونه دي۰ ګران هيوادوال دې دا ګڼ (عدد) بيا پام ته راولي۰ اته سوه ميليونه ډالره او له بوديجې څخه څلورسوه ميليونه په کار لږيدلي۰ بيا وايم، چې پاتې اته سوه ميليونه ډالره۰    ما چې دا خبر واوريد، نو زيات مى ماغذه خراب شو او خواشيني لا تراوسه راسره ده، چى ګوندې دا پيسې زما له جبه چا را څخه غلا کړې وي۰ ريښتيا، چى دا همدومره زور لري، ځکه چې زه د خپلى کورنۍ سره څه مرسته نه شم کولى او دې نړيوالى مرستې ته سړى خوښ وي، ګورو  چې زياته هم ده، چى حتى وزيران يې له ډيري نه شي کتى۰ که چيرې دا اته سوه ميليونه  ډالره په افغانانو ويشل شوي هم وى نو ريښتيا، چى زما د کورنۍ، چې له سلو تنو څخه زيات دي د هغوي به هم زياته برخه ډالر په برخه شوي واي، دا خورا ډيرې پيسې دي او زه يې دومره خپه کړى يم۰ که دا پيسې کوم افغان غلا کړې وى او لکه چى دا کار زيات شوى هم دۍ، خو کم له کمه به يې هغه افغانستان کى څه په کړي وى، چى بيا به هم د افغانانو ناسيده په کار راغلى وى، دا له هغې هم بده ده دا د هيڅ افغان په ګټه ونه خوړلى شوي، دا لکه زموږ لپاره چى سيند ته ګوزارې شي۰ وايې چى هغه او هغه او ۰۰۰ غلا وګړه او په ميليونو ډالر يې پټ کړل۰ غلا ډير بد کار دۍ، خو دا د غلا پيسى لکه د مخه مو چى ګوته ورته ونيوله ناسيده يا غير مستقيم خو به د افغانانو په کار راشي، دا خو لاړې، چى لاړې۰  هغه څوک چې غلا وکړي او پرې ګير شي ، نو سزا ورته ورکول کيږي اودا پيسى، چى زموږ خورا محترمو اود قدر وړ او له ځانه تيرو وزيرانو، چى له دباندې څخه تللي،  په هيواد کى ناست او خپل سرونه يې په لاس کى نيولي او دا کار د هغه غلا څخه – که دلته اخلاقى اړخ ته پام ونه کړو – هم زيات بد دۍ، لکه ګوته مى ورته ونيوله۰ دوي خو لا تراوسه ناست دي او نور څه مى له راډيو او څه څخه وانه وريدل،  چى ګوندې دوي به د يوې سختى محاکمى لاندى وي ، که د مرګ جزا نه وي، خو کم له کمه به په هغۀ عمري بند محکوم شي، چى جنايت يې زيات  دۍ او د افغانستان خلک يې لا نور غريب کړله او هغه د نورو مرسته يې ورڅخه واخستله او که غواړۍ سيند ته يې واچوله۰ خو په هرحال ما خپل د جمهوري اتخاباتو غږ په ولس مشر کرزي کړى او هغه باندى، چى دومره ولس د جمهورريس غږ کړى نو د دې پوښتنه او پسى مل خو به کم له کمه د يو څو لسو کالو سزا راتلونکى وي۰ دا ځکه وايم، چى ماته خو يې ډير زور راکړى او په دې باور لرم، چى ولس مشر کرکرزي به له ما څخه زيات ورته په قهر وي، ځکه چى د ولس مشر کرزي خو مسئوليت هم په غاړه دۍ او دا خلک خو بيا  ده  په خوښه  وزيران کړي، نو دى به يې ځکه زيات جزايى کړي، چى د ملت حق يې ورک کړىاو د ده خو ېې اعتماد هم له منځه وړى۰  هغه کوم څوک، چى دلته المان کې د سوال يا بيکارۍ پيسو باندې ژوند کړي- که کله راڅخه څوک لس يورو  کمې کړي، نو په اونى کى که لږ مبالغه ورسره وي، نو اته ځله  خو هغه د  سوال پيسو ځاي ته ورځو او که دا  د اوسني حکومت خلک وي، هغوي به هم کم له کمه همدومره منډي وکړي، خودا پوښتنه بايد وکړو، چې دا ولى؟  دوي ولې د ملت پيسې، چې نړيوالو د افغانستان ولس  سره د مرستې لپاره ورکولې، ولى په دې خورا زياته ناروا بې غورۍ د افغانستان د خلکو له لاسه وويستلې؟ زه که هرڅومره سوچ ووهم، ځواب يې ماته ستونځمن دۍ، چې دې وزيرانو به ولى داسې ستر انديښمن کار کړى وي۰ زه به داسې فکر وکړم،  او به وايم، چى دا خلک خودکار لپاره ولس مشر کرځي هم نه وو وزيران کړي، دوي - که هرڅومره څوک ووايى - بيا هم د مصالحى او که د جوړ جاړي وزيران وو، چي څه ستا او څه زما، ستا خوله هم بنده او زما هم۰ ستا اوزما شيان دى ژوندي وي او ملت  ددوي په نظر چي بى له دې بى انده دۍ، زوريدلى دي، نو په وزيرانو به څه وکړي۰ دا چى دا نور راته تريوې اندازىد دوي په نظر روغه ساتي، په همدې هم د افغانستان خلک پوره  بايد خوښ وي۰ د دې پخوانيو مشرانو احترام خو بيا هم يوڅه دي، که کوم يوه کومې پيسى په نورو هيوادونو کى ځاي په ځاي کړي وي، هغه خو يواځي پيسى دي، له قدرته څخه څوک بايد تيريدنى ته اړ نه ايستلى شي، دا خو يې د ټوپک په زور ګټلى او د ټوپک په زور يې ساتې۰ دا حکومت به بيا بى له دې وزيرانو د چا وي؟ دوي او دوي ورپورې اړونده د زور خاوندانو کله د ولس غم خوړلى، بى له دې، چې سر او مال يې ترې اخستى۰ دوي ازمائيل شوي، دا يې کار دۍ اودا کومه پټه خبره هم نه ده او نه وه۰ د افغانستان ولس ډير غريب او بيچاره ولس دۍ، دوي دې همدې ته خوښ وي، چې ژوندي دي او بس۰ لږ به بيا دې پيسو ته ګوته ونيسم، چى دا به نو په څه کار راغلى وى؟ په دې پيسو د افغانستان هرګوټ ته بريښنا تيريدلى شوه۰ دا د افغانستان د يوه کال بوديجه ده، چى دا يوکال له ښوونې او روزنى نيولى تر پوليسو ، قاضيانو۰۰۰۰ ټولو لپاره بسيا کوله۰ وايې ، چى په افغانستان کې ١٥٠ زره ښوونکى کم دې، په دې پيسو همدومره ښوونکى په يوه کال کې تربيه کيدل او ښه تربيه کيدل، چې هغۀ لومړنى اړتياوې يې پوره کولى شوې او نورو لګيدنو لپاره هم ترېزياتي دې۰ زه به څه ستاسې زړه خورم، خو دا خورا زياتې پيسى وي، چى دې ظالمانو ترې د افغانستان ولس محروم کړ۰ د ډيرې بي وسۍ به ووايم، چى د ملت غم خو څوک نه خوري، چى دوي سره پوه شي، خو خداى(ج) دې ورسره پوه شي يانې دوي او خداى(ج)۰  ما که په دې ناهيلۍ کى اشتباه کړي وي، نو بخښنه غواړم ،ځکه ، چى په دومره دې د ولس ټاکلو استازو کى خو به يو داسى پيداشي وى، چى د ولس داسې لږ غوندې غم ورسره وى – که څه هم ما بيا وروسته له دې خبرې څه نه دي اوريدلى- چې راپورته شي او نړى  په خپلو چغو خبره کړي او دا ناروا   ورته په ګوته کړي، چى دا وزيران د ولس زور ته وسپاري، نه هغى زور ته چى بيرته يې د دې يا هغې په زور په بنسټ خپلو ميلو ته خوشې کړي، دا بايد يوى نړيوالې محاکمه کې محاکمه شي۰ ډير محترم  ولسمشر کرزى صاحب ! تاسو د ولس ټاکل شوى ولس مشر ياست، دا ولس د لوي څښتن څخه وروسته تاسو ته هيله مند دي۰ دې خلکو  يانې دې وزيرانوستاسو بي اعتباري خپله کړې، دا که هرڅنګه هم وي تاسو په دې چوکيو ګومارلي، دا چى دومره بې غوره وي، نو دا د ولس محاکمى ته وسپارۍ، نړۍ په خبره کړۍ او وښايې، چې تاسو داسى ناوړه کارونو  باندې ګير وزيران، نه دا چى په کار نه لرۍ بلکه په هغه کړې ګوناه يې د حق منګولو ته سپارۍ۰ ډير محترم ولس مشر کرځى: هيله ده ، چى تاسو به راتلونکي وزيران په خپله خوښه وټاکۍ او بل چا ته اجازه مه ورکوۍ، که هرڅومره درباندې ګران هم وي، چى ستاسو پهکارونو کى ګوتې ووهي۰ تاسو ولسمشر ياستۍ او ستاسو لپاره – په دې باور لرم- چى د ولس څخه پورته بل څه نه شته۰ ما داسې حکمونه کړي، زه قاضي نه يم، خو باور وکړۍ۰ چى دا هرڅه له تنګ زړګى څخه کيږي او د ناروا کړونو له امله، چى ګورو يې او اورو يې۰    ",ترڅو ناخوالې، چاته د زړه خوراک او له چانه څه غوښتنه؟ 1610,," حضرت بهار - خوست د ښار جوړولو او قبايلو-سرحدونو وزيرانو د خوست څخه ليدنه وکړه. تيره ورځ د ښارجوړولو وزير يوسف پشتون ، د سرحدونو وزير عبدالکريم براهوي او د د فاع وزارت لوړ پوړي چارواکي خوست ته د سهار په نهو بجو په يوه فوځي چورلکه کې را ورسيدل. دوي د خوست د لوړپوړو چارواکو سره  د ليد نې او کتنې  وروسته په خوست ولايت کې  د بيا رغونې بهير څخه ليدنه وکړه  او له دغه بهير څخه يي خوښي څرگنده  کړه او هم يي ژمنه وکړه چي دوي  د خوست ښار د پراخيدو يو منظم پلان لري چې په نږدې راتلونکي کې به عملي شي. نو موړى پلاوى د ورځې په پاي کې بيرته د مرکز په لور وخوځيدل .   ",د ښارجوړلو وزير له خوست څخه ليدنه وکړه 1611,," ملالې جویا د خپلې وینا په پيل کې وویل چې افغانستان د ستونزو، ناخوالو ، فساد او لویو مشکلاتو او ستونزو سره مخامخ دی او نه پوهيږم له کوم مصیبت څخه یې را پيل کړم. هغې وویل چې افغانستان پدې څلورنیمو کالو کې لکه چې تمه کیده دملالی جویا د ټورنټو څخه تر کابله د جنایتکارانو او جنګسالارانو خوب حرام کړ یدی د ( ښځه، قوانین او ډموکراتیک ریفورم Women, Constitutions and Democratic Reform) په نوم کنفرانس هر کال دکاناډا په پلازمنې اوټاو کې جوړیږی او د هغو هیوادونو ښځنه استازی ته را بلل کیږی چې په هیوادونو کې یې جګړې او ناامنی ، د بشری حقوقو پر ضد تیری او د ښځو سره د خشونت او زیاتی پيښې روانې وی . څو ورځې مخکې په اوټاو کې د د دروو هیواونو څخه (افغانستان، رونډا او جنوبی افریقا) د مخکښو او مبارزو ښځو هيئتونه رابلل سوي وو تر څو دغه کنفرانس ته د خپلو تجربو یاددونه وکړې او خپل فعالیتونه وښئ.دافغانستان، رونډا او جنوبی افریقا دغه ښځنه استازو خپلې ویناوی واورولې چې د افغانستان په هيئت کې د افغانستان د بشری حقوقو د خپلواک کمیسیون مشرې سیما ثمر او په ولسې جرګه ( پارلمان) کې د فراه د ولایت استازې ملالې جویا ګډون کړې و.د ۲۰۰۶ کال د فبروری د میاشتې پر ۱۴ په اوټاوا کې د ملالې جویا وینا په هره برخه کې د ګډون والو په مسلسلو چکچکو سره بدرګه کیده. پدې کنفرانس کې د کاناډا دحکومت او پارلمان چارواکی او نور عالی رتبه کسان او د افغانستان سفیر په شمول ګډون کړی و.همدا راز په اوټاوا کې د اوسیدوونکو افغانانو لخوا د ملالې جانې جویا په ویاړ يوه غونده او میلمیتسا هم جوړه سوه وه چې داوټاو اوسیدونکې افغانانو برخه پکښې اخیستې وه.په ټورنټو کې د افغاني ښځو انجمن، د افغان رسالې او نورو مراجعو هم ملالې جویا ته بلنه ورکړه چې دلته د استوګن افغانانو سره له نژدې وګوری او خپل فعالیتونه توضیح کاندی او د هیواد د مسایلو په هکله خبری وکړی او هم د خپلو دغو پردیسو هیوادوالو سره له نژدې معرفی سی. ملالې جانې جویا دا بلنه په ورین تندی سره ومنله او د فبرورۍ پر ۲۱ د سه شنبې په ورځ د ماښام پر ۶ بجو په هغه پرتمينه غونډه کې برخه واخیسته چې د هغې په ویاړ دد غوڼدې د جوړې سوې کميټې لخوا، دلته د افغانانو د اتحادیې په فرهنګی صالون کې جوړه سوه وه . پدې غونډه کې څه د پاسه دروسوو افغانانو ګدون کړی و چې په ډير بریالیتوب سره روانه وه. غونډه د ځوان قاری ښاغلي علی اکبری قدیریان لخوا د قرآن مجید په تلاوت سره پرانستل سوه، وروسته یو شمیر کوچنیانو ملی سرود یا ترانه ( دا زموږ زیبا وطن ) په ډير ښه ډول سره په ګډه ولوستله چې د حاضرینو لخوا يې تود هرکلی وسو.وروسته پيژندل سوی لیکوالې او شاعرې محترمې پروين چان پژواک د ملالې جویا سوانح ولوستله او د هغې پر مبارزو باندې يې پوره رڼا واچول . بیا په ټورنټو کې د استوګن افغانانو په نمایندګې سپین ږیری مشر ښاغلي سید محمد اکبر سید زاده هغې ته ښه راغلاست ووایه او د هغې هلې ځلې او فعالیتونه يې ډیر وستایل او د هغې په ویاړ یې يو ښه شعر هم ولوست چې په هره برخه کې د حاضرینو په تودوو ولولو سره بدرګه کیدی .دده له وینا وروسته د پروګرام خوانې انسانسرې محترمې ملالې جانې د افغان رسالې د مسوول احمدشاه هوتکی څخه هیله وکړه چې د ټورنټو د افغانانو لخوا هغه تصویر چې د هیواد تکړه نقاش او انځورګر ښاغلی کامران احمدی د ملالې جانې جویا لپاره ا نځور کړی دی هغې ته اهدا کړی. چې بیا هوتکی د ښاغلي سید زاده او د افغانی ښځو د انجمن د مشری محترمې ادینې جانې نیازې څخه هیله وکړه چې په ګډه سره دا سوغات ملالې جانې ته وړاندې سی .پدې تصویر کې د ملالې جانې جویا هغه عکس انځور سوی و چې په اضظراری لویه جرګه کې يې د جنایتکارانو او جنګسالارانو پر ضد آواز پورته کړی و. پدې تابلو کې يوې خوا ته د کاناډا او بلې خوا ته د افغانستان ملی بیرغونه هم ترسیم سوی و چې دې حالت انځور ته نوره ښکلا او رنګینی هم بخښلې وه.ورپسې د ښاغلي صبو الله سیاسنګ پيغام چې دو ریجینا څخه يې رالیږلې و د ښاغلي غوث عندلیب لخوا ولوستل سو او په آنتريو کې د اوسیدونکو افغانانو د اتحادیې رئیس ښاغلي ډاکټر حسین دانشور هم خپله وينا واوروله .وروسته د ملالې جویا د وینا هغه ويديويي صحنه پر پرده پاندې وښودل سوه چې هغې د اضظراری لویې جرګې پر مهال د جنایتکارانو د محاکمې په هکله کړې وه او هم هغه صحنه چې هغې ته په نوی پارلمان کې د وینا اجازه نه ورکول کیده حاضرینو نه وښودل سوه.د پروګرام په ورپسې برخه کې د افغانستان په ولسې جرګه کې د فراه ولایت استازې محترمې ملالې جویا څخه هیله وسوه چې خپله وینا واوروی.ملالې جویا د خپلې وینا په پيل کې وویل چې افغانستان د ستونزو، ناخوالو ، فساد او لویو مشکلاتو او ستونزو سره مخامخ دی او نه پوهيږم له کوم مصیبت څخه یې را پيل کړم. هغې وویل چې افغانستان پدې څلورنیمو کالو کې لکه چې تمه کیده هغونه آرامی او سوکالې نده حاصله کړی او د ژوندانه په هره برخه کې لوی مشکلات او جدی خنډونه هماغسې مسلط دی. دې وویل ښه بیلګه یې دا چې د ارګ په يو کیلومترۍ کې خلک له یخنی څخه مړه کیږی څوک یې غمو نه خوری او ولایتونه خو بیخی د چاپه یاد هم ندی.ملالې جویا د خپلو خبرو په دوام وویل چې په بلیونو ډالره خارجی مرستې غیب سوی او زیاته برخه یې د فساد قربانی سوی او عوام له هغوڅه هیڅ ندی مستفید سوی. دې زیاته کړه چې جنګسالاران، جنایتکاران او قاتلان اوس هم په دولت کې شامل دي ان د اوسنې پارلمان ۷۰٪ استازی هماغه پخواني مجرمین دی چې د تقلب، رشوت ، تطمیع او تهدید پر اساس پارلمان ته راغلي دي، ملالۍ جویا زیاته کړه چې د دغو جنایتکارانو او جنګسالارانو زیاته برخه هماغه شمال ائتلاف دی چې په دولت او پارلمان کې لوی لاس لري او هغوی ټول باید په ملی او بین المللی توګه محاکمې ته راکش کړه سی.ملالې جانې جویا د وینا د اورولو په هره برخه کې د ګډون کونکو د تودو هرکلیو او خوښیو سره مخامخ کیده.ملالې جویا د پرون او نن په ارتباط وویل چې پروني طالبان او ننني جنګسالاران ( چې شمال ائتلاف غړي دي) د یوې سکې دوه مخه جوړوي او امریکا پدې هکله عموماْ او حامد کرزي خصوصاْ مسؤل دی.ملالی جویا د خپلې اوږدې وینا په بله برخه کې وویل چې په عمومي توګه د هیواد جوړښت او پرمختګ ته اساسي کار ندی سوي حال دا چې د مخدره موادو کښت او تجارت ښه په زور کې دی چې په هغه کې لوړ دولتي مقامات او د شمال ائتلاف کسان لوی لاس لری. او د هغو کسانو لست تر اوسه د ښاغلی علی احد جلالی په جیب کې پروت دی.هغې زیاته کړه چې حامد کرزی د جنګسالارانو او شمال ائتلاف د عناصرو په محاصره کې دی او هغه د ملت د اعتماد له رایې څخه ناوړه استفاده وکړه . دې وویل چې که دغه څیرې او دغه ډلې ټپلې خپل فعلې چال چلند ته ادامه ورکړې او که امریکا پدې اړه خپله پالیسی بدله نکړې نو افغانستان به د مسلسلو او اوږدو مشکلاتو په جال کې بند پاته وی.د ملالې جویا وینا د برخه والو د تودو چکچکو او خوښیو په فضا کې بدرګه کیده. د پروګرام په پاې کې د ښځو د جوړښتو مشرې محترمې آدینې نیازې لنډې خبری وکړی او د پوښتنو اوځوابونو برخه يې مشخصه او تنظيم کړه.د حاضرینو له جملې څخه د ډول ډول نظریو او مختلفو ګوندونو او ډلو ټپلو اعضاوو هم ګډون درلود، هر چا په پوره استقلال سره آزادنه پوښتنې کولې چې ملالې جویا په ډير جرات سره هغه ځوابولې. د حاضرینو له جملې څخه څو تنه د شمال ائتلاف خواه خواهان او د شوراې نظار د دډلې غړو هم اشتراک درلود او هغوی هڅه کول چې غونډه اخلال کړی او پخپلو ناوړه سوالونو سره د ملالې جان جویا زړه ور توب پیکه کړی مګر هغې په بشپړ درایت او شهامت سره د هغوی خولې په مستندو ځوابونو سره وګنډلې چې د غونډې برخه والو دا هرڅه په تودو ولولو سره ستایلې.غونډه په بشپړ بریالیتوب او د خوښۍ په یوه ډکه فضا کې د شپې پر لسو بجو پای ته ورسیده.وروسته حاضرینو د کابل کباب رستورانت په هغه ډوډۍ کې برخه واخیسته چې ددې غوندې د جوړولو د کميتې لخوا برابره سوې وه .د ډوډۍ خوړولو په پاې کې زیاتو برخه والو په ګروپي او انفرادی توګه د ملالې جویا سره د یادګار ی عکسونه واخیستل او پر سالون باندې یوه کاملاْ افغانی فضا خپره وه .د یاددونې وړه ده چې په هماغه شپه دلته د شورای نظار هوادارانو د خپلې راډیو له لارې پر دغه پروګرام باندې منفی تبصره وکړه او مستقیماْ یې کابل ته تيلفون وکړ( د ټورنټو د شپې ۱۱ بجې – د کابل د سهار۷ بجې) چې له هغه ځایه یې د پارلمان رئیس یونس قانونی په لاین کې داخل کړ او هغه ته یې ددې غونډې ټول بیان وکړ . دغو عناصرو یونس قانونی ته وویل چې ملالې جویا دلته په تاسې پسې منفی تبلیغات پیل کړی او ادعا کوی چې د فعلی پارلمان ۷۰٪ استازی مجرمین، قاتلان، جنګسالاران او د مخدره موادو قاچاقبران او د بشری حقوقو سرغړونکی دی، تاسی پدی هکله څه غبرګون ښکاره کوی؟یونس قانونی په ځواب کې ورته وويل چې ملالې جویا په همدې کابل کې هم په ولسی جرګه کې دغسې آواز جګ کړیدی . هغه تل دغسې جدی انتقادونه کوی او دا د هغې شخصي نظر دی . مګر ګرانه لوستونکیه ! دا د هغې شخصي نظر نه بلکې د ټول افغان ولس آواز دی چې که پرون د میوند ملالې هغه جګ کړی و او دا دی نن یې ثاني ملالې اوچتوی چې د ټول افغان مظلوم ولس د فریاد انعکاس دی او افغانان پرې ویاړی. باید وویل سی چې ملالې جویا له کاناډا څخه وروسته امریکا او هسپانیا ته روانه ده چې هلته هم دغسی پروګرام لری ویناوی اوروی. تمه کیږی چې حامد کرزی به هم هسپانیا ته ورځی . افغان رسالې تل حقایق ویلې او خپل ږغ د ملالې جویا د ږغ سره همنوا کوی او پدې ویاړی چې ملالې جویا په کاملاْ افغانی شهامت سره ترخه واقعیتونه په ډاګه کوی.موږ د ملالې جانې جویا ټوله مبارزه او ټول فعالیتونه ستایو او د لوی خدای (ج) له درباره روغ صحت او اوږد عمر او بشپړه کامیابی ورته غواړو فبروري 25, 2006 فبروري 25, 2006 فبروري 25, 2006 فبروري 25, 2006 فبروري 25, 2006 فبروري 25, 2006 فبروري 25, 2006 فبروري 25, 2006 فبروري 25, 2006 فبروري 25, 2006 فبروري 25, 2006 فبروري 25, 2006 فبروري 25, 2006 فبروري 25, 2006 فبروري 25, 2006 فبروري 25, 2006 فبروري 25, 2006 فبروري 25, 2006 فبروري 25, 2006 فبروري 25, 2006 فبروري 25, 2006 فبروري 25, 2006 فبروري 25, 2006 فبروري 25, 2006 فبروري 25, 2006 فبروري 25, 2006 فبروري 25, 2006 فبروري 25, 2006 فبروري 25, 2006 فبروري 25, 2006 ",ټورنټو د ملالی جویا هرکلی وکړ 1612, رحمت الله ريښتين,"    هرستوري او سپوږمي کي راته ته ښکاري  هـــر رڼا او تارکـمي کي راته ته ښـــکاري  دي دنيـــا کي حــــسين نشـــته بي لـه تا نه  هـم هغي دنيـا د هـورينه ښــايـسته ښکاري  ټول خــوبان به سـتا ځاي را ته ډک نکړي  ته د ګـــلو څـــانګـــــه يي تـــازه ښـکاري  يــابه زه رحمــت ريـښـتين ليوني شوي يم  يابه هم ډيره ښايسته يي چي ښايسته ښکاري ",غزل 1613, سهار ګل:,"  سهار ګل: افغانستان د تاريخ په اوږدو کې له زياتو بدلونونو، شخړو، اوښتونونو او راز راز واکمنانو سره مخ شوی دی. ددې هيواد په خونړي تاريخ کې ډير شمير کسان کله د خاين او کله هم د ملي اتل په لقبونو نومول شوي دي. که په ځير سره وګورو، دا ډول وياړنې او ترټنې ډير لږ ريښتيا ته نژدې دي. دا پيرزوينې او ټکونې زياتره د مصلحتونو له مخې شوي چې همدې بې ځايه مصلحتونو د هيواد د پرګنو ترمنځ د روغې جوړې پر ځای، ددوی بدبينۍ او ناوړه تفاهمات د زاړۀ ناسور په شان پټ ساتلي دي.  د طالبانو له راپرځيدو وروسته چې کله يوه لنډ مهاله اداره په افغانستان کې رامنځته شوه، له دې امله چې پخپله دا اداره د يو شمير باندنيو لاسونو په مرسته په مصلحتي ډول جوړه شوې وه نو کارونه او کړنې يې هم زياتره مصلحتي اړخ درلودۀ. له يوې خوا يې هغه کسان چې د ملت په وينو يې لاسونه سرۀ وو، بيا د خلکو پر سر حاکمان وټاکل او له بلې خوا يې ژونديو جنايت کارانو ته د مارشال او مړو ته يې د ملي اتل، شهيد، او نور لقبونه ډالۍ کړل. دغو بې ځايه مصلحتونو د افغانستان د سيمو او قومونو ترمنځ د يووالي پر ځای، د ليري والي زاړه ديوالونه لا پسې پياوړي کړل.  دا دی اوس دغه يو شمير ويني زبيښونکي خائنين يو ځل بيا غواړي په بله جامه اوبله پلمه د بې ګناه کسانو پر وينې تويونې باندې خپل د تعصب تنده ماته کړي. جنرال دوستم چې يو مهال يې د ګلم جم نوم خپل کړی وو، اوس د دې هيواد د خدمت کوونکي په څيره کې راڅرګند شوی او غواړي چې د دۀ په وينا، دهيواد دښمنان وځپي. يو مهال دغۀ ګليم جم له ډاکټر نجيب الله سره پر دې هوکړه کړې وه چې په سهيلي سيمو کې مجاهدين (په اصل کې پښتانۀ) په دې شرط وټکوي چې مال يې ددۀ او سر يې د دولت وي. هماغسې هم وشوه. ګليم جم داړه ماران پر پښتنو سيمو ورسيخ شوۀ او هغه جنايتونه يې ترسره کړۀ چې انسانيت يې په يادولو باندې شرميږي. هغه جګړې چې په کندهار او نورو ولايتونو کې په ترڅ کې يې د هرې لويشتې د نيولو په بدل کې ګليم جمانو له دولت څخه ټاکلې پيسې اخيستې، او د سيمې د نيولو لپاره يې پر هر سا کښ باندې د مرګ د ميلي نښان نيوۀ لا د هغو سيمو د اوسيدونکو په ذهنونو کې دي. د واک د تږو مشرانو له خوا، په سياسي موخو سره پر يو قوم باندې د بل قوم ټکونه هغه ناوړه تيروتنه ده چې د افغانستان په تاريخ کې څو ځله تکرار شوې ده. همدا ناوړه سياست نادر خان د شمالي سيمې پر خلکو وکاراوۀ چې تر اوسه يې زخمونه نه دي رغول شوي.  که څه هم دوستميان د ټولو اوزبکو وروڼو استازيتوب نه کوي، خو د افغانانو اوسني ذهني کچې ته په پاملرنې سره کيدای شي دا ناوړه تفاهم هم زور ومومي چې ګوندي ټوله ازبکان د پښتنو پرضد دي. د هيواد د دښمنانو ټکونه او ترټنه په هره برخه او سيمه کې چې وي، اړينه ده خو په دې شرط چې په سمه لاره يې ترسره شي نه دا چې د افغانانو يو پخوانی دښمن او هغه څوک چې خلک يې د محاکمې غوښتونکي دي، دې دندې ته وګومارل شي. که څه هم زما په ګومان ولسمشر کرزی به د ګليم جمانو د مشر دې غوښتنې ته مثبت ځواب ورنه کړي خوکه چيرې دا خبره يې ورسره ومنله، نو ښايي طالب جنګيالي به د پښتنو له پراخ ملاتړ څخه برخمن شي او دا هغه ناوړه کار دی چې په هيواد کې به کلونه کلونه د جګړې اور تود وساتي ",پخوانی ګليم جم او اوسنی خدمتګار!!! 1614,," ", 1615, .خ رښتيا,"  .خ رښتيا نن ورځ دنړي په ډيرو پوهنتونونو، د ټولنپوهنې په موسسو، د نړيوالېی سوداګرۍ په ادارو اود آزادبازار د طرحې د څيړنې په علمي کړيو کې د ګلوباليزپشن موضوع ډيره توده طرحه او څيړل کيږي او د ورځې د دغه مهمې موضوع په هکله د نړۍ په ډيرو ژبو خورا زياتې ليکنې شوې او کيږي. دا دی په دې ليکنه کې به هم د ورځې د دغه مهمې موضوع په هکله لنډ معلومات وړاندې شي. په دې ليکنه کې به لمړی د ګلوتباليزيشن تعريف ورپسي به د ګلوباليزيشن تاريخي بڼه او ساحات بيا به د ګلوباليزيشن په هکله نظريات دګلوباليزيش ښه اوبداړخونه او په اخرکي به د ګلوباليزيشن په دوران کې د افغانستان حالت ته لنډه کتنه وشي. بايد زياته کړو چې تر اوسه د ګلوباليزيشن ټولو ته منل شوی تعريف نشته او موږ دلته يواځې د کم شمير ليکوالانو او پوهانو تعريفونه را اخلو. د ګلوباليزيشن د څيړنې مينه وال مالکوم واترز په عقيده د ګلوباليزيشن کلمه د ١٩٦٠ کال راوروسته د تجارت په برخه کې رامنځ ته شوې ده واترز ګلوباليزيشن داسې ټولييزه پديده بولي چې په هغې کې فرهنګي او د ټوليز ژوند په اړوند نور بنديزونه کوم چې د جغرافيائي پولو له کبله د انسانانو تر منځ رامنځ ته شوي دي له مينځه ځي. انتوني ګيدز د ټولې نړۍ د خلکو تر منځ اجتماعي او اقتصادي اړيکو غزولواو ټينګولو ته ګلوباليزيشن وائي. د ګيدز په عقيده په دې توګه داسې يو نړيوال نظام رامنځ ته کيږي چې په هغې کې په زرهاوو کيلو متره يو د بل څخه لرې پرتو انسانانو د ژوند مختلف اړخونه يو پر بل اثر ښندي. د يو بل تعريف په اساس د ټولنو تر منځ د ارتباط په اړوند د زمان او مکان لنډيدو او په خپله خوښه په يوه نړيواله ټولنه ورګډيدوته ګلوباليزيشن وائي. او په دې هکله لاندې شرايط لازم ګڼل کيږي:- د تګ راتګ او د مالونو د وړو راوړو لګښت ارزانه کول- د هيوادونو تر منځ د سياسي پولو او بنديزونو لرې کول.- د ټولنو بنسټيز (زيربنا) او مخيز (روبنا) جوړښت يو شان کولهمدا ډول د آسيا د څو مليتي کنسرن رئيس راون بوري د ګلوباليزيشن مفهوم داسې بيانوي:((زما په نظر د ګلوبلايزشن مفهوم دا دی چې زموږ د پانګې شرکتونه هر وخت چې هر چيرې وغواړي پانګه په کار واچوي، هر څه چې وغواړي جوړ او هر چيرې چې وغواړي خرڅ ئې کړي. هر شی چې وغواړي راونيسي او خرڅ ئې کړي . د هر چا سره چې وغواړي معامله وکړي او په دې هکله ځائي حکومتونه اسانتياوې ورته برابرې او قانوني بنديزونه ئې د لاري څخه ليرې کړي. کاري او ټولنيز قوانين داسې وضع کړي چې زموږ د شرکتو په نفع وي)). د ګلوباليزيشن په هکله د يو زيات شمير ليکنو له مخې ګلوباليزيشن کيدای شي داسې هم تعريف شي: د نړۍ د ملکونو د ملي حکومتونو څخه په لوړه کچه د نړۍ د اولسونو تر منځ د داسې يو نظام رامنځ ته کول په کوم کې چې د ټولنې نړۍ د خلکو اقتصادي، اجتماعي، فرهنګي او د ټولنيز ژوند اړوند ټولې اړيکې د يو ځانګړي قانون له مخې تنظيبم شي. د دغسې نړيوال سيستم رامنځ ته کولو ته ګلوباليزيشن وائي. که څه هم د ګلوباليزيشن کلمه په دې وروستيو کلو کې د غربي ملکونو په ادبياتو کې راڅرګنده شوي ده خو که د بعضې ليکوالانو د تعبير په اساس ګلوباليزيشن د يو زبر ځواک د قوماندې لاندې د ټولې نړۍ اداره کول وي نو بيا ويلای شو چې دغسې هڅې او احساس د ډير پخوا راهيسې په انسانانو کې موجود وو او نن هم شته .مثلاً د دغسې نړيوالې کونې مثالونه د ٣٠٠٠ کالو څخه د مخه د مقدوني سکندر او د مصر د فدعونيانو په دور کې هم ليدل کيږي. دغه زبر ځواکونو کوشش کاوه چې په ټوله نړۍ حکومت وکړي خو د هغه وخت د ساينس او تکنالوژۍ په توان کې د ټولې نړۍ دومره کوچنۍ کول او په دومره چټکتيا سره د نړۍ د يو ګوډ څخه د بل ګوډ اداره کول ممکن نه وو نو ځکه هغوي و نه کړای شول چې ټوله نړۍ د خپلو امپراطور يو په جال کې راښکيل کړي. همدا شان د مختلفو اديانو پيروانو کوشش کړی دی چې خپل دين په ټوله نړۍ کې خپور کړي او واحد نړيوال کلتور په اړيکه واحد نړيوال نظام رامنځ ته کړي.رابرتسون د نړيوال کيدنې بهير په څو پړاونو کې په لاندې ډول ښيي. ١ – د ١٦ څخه د ١٨ پيړۍ په اروپا کې داسې پيښې چې نړيوال ارزښت لري لکه د ملي ټولنو اونوي جغرافيه جوړيدل د ګريګوري د جتري او (( لمرد جهان محور)) نظرئې را منځ ته کيدل. په دې پړاو کې د نړيوال کيدنې زنې منځ ته راځي. ٢ – د ١٨ پيړۍ څخه تر ١٨٧٠ پورې په اروپا کې د يو واحد دولت د جوړيدو نظر يه ، د فرد او دولت د متقابلو اړيکو د څرنګوالي مسايل او نړيوالو معيارونو طرحه رامنځ ته کيږي. ٣ – د ١٩٢٠ – ١٧٧٠ کلو په دوران کې په نړۍ کې د بشريت واحد مفهوم او د مهاجرت په هکله د نړيوالو بنديزونو رسمي کيدل، د بشر د يووالي نړيوال غورځنګونو، نړيوالو سپورتي سياليو (لکه د المپيک ) نړيوالو جايزو (لکه د نوبل جايزه ) رواجيدل او د لومړۍ نويوالې جګړې پيښيدل د دغه پړاو په نړيوالو مهمو پيښو کې راځي. ٤ – د ١٩٢٠ – ١٩٦٠ کلو په دوران کې د دويم نړيوال جنګ پيښيدل او د جنګ د ختميدو وروسته د نړيوالو شخړو او هم نړيوالو ښيګڼو د سمبالولو په غر ض د ملګرو ملتو د نړيوال سازمان او دغه سازمان اړوند نړيوالې موسسې او نړيوال قوانين رامنځ ته شول. په دې دوران کې سوسيالستي کمپ او په څنګ کې ئې د چين اولسي جمهوريت منځ ته راغلل په ټوله نړۍ کې ملي آزادې بښونکو غورځنګونو قوت وموند ډير شمير ښکيل شويو هيوادونو د ښکيلاک ځنځيرونه مات کړل او آزاد شول دا وخت نړۍ په دوه متضادو بلاکونو (سوسيالستي کمپ او د پانګوالو په مشرۍ د سوسياليزم ضد کمپ) وپشل شوې وه.٥ – د ١٩٦٠ کال راورسته فضا ته د انسان سفر او بيا د سپوزمۍ پر مخ د انسان کوزيدل د ساړه جنګ حتميدل او د امريکا په مشرۍ د ليبرال د موکراسۍ د نړيوال کيدو پر ضد د اسلامي بنسټ پاله غورځنګونو رامنځ ته کيدل هغه نړيوالې پيښې دي چې بعضي همدا اوس په توديدو دي. بعضي ټولنپوهان د کالونياليزم دوران هم د ګلوباليزيشن د تکامل په پړاونو کي شميري. په دې دوران کې د پانګوالي نظام يو شمير ښکيلاک ګرو هيوادو د آسيا او افريقا خلکو ته د فرهنګ د ورزده کولو تر شعار لاندې د دغه ملکونو خلک په زور ښکيل او د ډيرې مودې دپاره ئې وزبيښل، د خپلو فابريکو دپاره ئې د کار قوه او اومه مواد په ډيره کمه بيه راونيول او په دغه ملکونو کې ئې د خپلو مالونو د خرڅلاو بازارونه ګرم وساتل. دا چې د ښکيلاک او زبيښاک دغه بڼه ډيره بربنډه ظالمانه وه نو د کارګري او دهقاني غورځنګونو د توديدو او دسوسيالستي انقلابونو د رامنځ ته کيدو سره دغه دوره هم ژر ختم شوه. د دويمې نړيوالې جګړې وروسته د شوروي اتحاد په مشرۍ سوسيالستي کمپ او د امريکا اپه مشرۍ پانګوالي کمپ د ساړه جنګ ميدان ته راووتل. د ناتو او وارسا جنګي تکشيلات او د دواړو پکتونو د وسلو سيالۍ او هم د دواړو بلاکو يو د بل ضد پروپاګندې د دغه دوران مهمه مٍشخصه وه. په دې دوران کې دواړو بلاکونو د خپلو سستمونو د نړيوال کولو هڅې پيل او په ټوله نړۍ کې ئې يو د بل پر ضد تبليغات شروع کړل. شوروي اتحاد د خپل موجوديت په لومړيو کلو کې د نړۍ د کارګري غورځنګو څحه د دفاع او د ښکيلاک او زبيښاک ضد آواز اوچتولو له برکته د نړيوالو سازمانونو او د ملګرو ملتو په غونډو کې په خپلو رقيبانو بريالی ښکاريده. خو د برژنف په مشرۍ د هنګري او چکوسلواکيه پر ضد پوځي اقدام ئې نړيوال په شک واچول، چين سره ايديالوژيکي مخالفت ئې په کارګري غورځنګونو کې ژور بيلتون راوست او کله چې ئې د سوسيال امپرياليزم په رول کې پر افغانستان تيری وکړ نو د روسي د امپراطورۍ د ړنګيدو سند ئې په خپل لاس امضاً کړ. د شوروي اتحاد د کمونست ګوند د سياسي بيرو د يو شمير غړو په امر په افغانستان باندې د يرغل د ورځې راهيسې د نړۍ د کارګري غورځنګونو پرمختګ په ټپه ددريد، د کارګري طبقې ايديالوژي بې ا عتباره شوه، د وروسته پاتې ملکونو کمونيستې ګوندونه د شوروي د چاسوسانو په نامه وټکول شول او بالخره په ١٩٩٠ کال کې شوروي اتحاد عملاً رنګ او په دې توګه د امريکا منحده ايالات د لبرال دموکراسۍ د شعار سره د ګلوباليزيشن په ميدان کې يوازې پاتې شو.د ساړه جنک او خاصتاً د روس پر ضد افغانانو د جهاد په وخت کې پانګوالی نړۍ او ټولو اسلامي ملکونو د افغانانو د برحق جهاد ملاتړ وکړ. دا وخت د روس ماتې د ټولو خواوو شريک هدف وو، خو د افغانستان د راتلونکې په هکله د بهرنيانو نيتونه د ورايه بد ښکاريدل. د بهرنيانو د لاس وهنې له کلفته روس ضد قوتونه په پاکستان کي په اوه او په ايران کې په اته ډلو وويشل شول. په افغانانو کې د کمونيزم ضد پروپاګندې د دموکراسۍ او تمدن ضد پروپاګندو باندې بدلې شوې. اسلامي بنسټ پالنه موډ شوه. ترور په افغانستان کې رواج او د ترورستانو روزل د افغانستان په خاوره کې پيل شول. په افغانستان کي د شوروي ماتې اسلامي ډلې په ځان باوري کړې چې دوئ کولای شي د نړيوا ل ځواک په توګه رامنځ ته شي چې دې وضعې د روس ضد اسلامي بنسټ پاله غورځنګونه په نړۍ کې د اسلامي انقلابونو تازه کولو ته وهڅول. د غه غورځنګونه چې د ساړه جنګ په دوران کې د امريکا په مشرۍ د غربي نړۍ سره يو ځای د شوروي اتحاد پر ضد په شريک سنګر کې ولاړ وو د يو شمير ټولنپوهانو په آند اوس د دغه پخوانو انډيوالانو دوستي په دشمنيۍ بدله شوې خو بعضې نور سياست پوهان دغې پيښې ته د شک په سترګه ګوري. نور بیا: ",ګلوباليزيشن د تاريخ جبر دی ؟ ـ (لومــــړۍ برخه) 1616,," خ . رښتیاد يو شمير پوهانو له نظر ګلوباليزيشن پروسه يعنې د تاريخ جبر دی خو بعضې نور پوهان ګلوباليزيشن پروژه او د زبر ځواکونو په اراده د نړۍ د تغير هڅه بولي. که د بشري ټولنو د تکامل تاريخي پړاوونه په پام کې ونيول شيي نو بيا ښه به دا وي چې دغې پوښتنې ته هر سړی په خپله جواب غوره کړي. داسې معلړميږي چې لومړنې انسانان په شمير ډير کم او د ځمکې پر مخ تيت او خپاره وو. د متقابلو ګټو او مرستو مفهوم يوازې د جدا جدا کورنيو په چاپيريال کې موجود و هره کورنۍ مجبوره وه چې د خپل ژوند د اړتيا توکي په خپله پوره کړي. د تاريخ په دغه پړاو کې ښکار د هرې کورنۍ ضرورت و. ښکار کول د لندۍ، غشو، تبرګيو، چاقو ګانو او د څرمنو څخه د جامو او نورو شيانو جوړول د هغه وخت د غوره مهارتونو څخه حسابيدل بيا وروسته کرهنه او ورسره ترګاڼي او پښ ګري کسبونه راپيدا شول. په لومړيو انسانانو کې مهارتونه لاس په لاس او تاريخي واقعتتونه د قصو په ډول د نيکونو څخه لمسو ته سپارل کيدل. د زمانې په تيريدو مهارتونه پاخه او زياتيدل او د ا نسانانو د فطري استعدادونو او علاقمنديو د تفاوت په وجه مختلف کشبونه او مصروفيتونه او ورپسې ماهر کسبکر راپيدا شول. که د يوې خوا د ماهرو کسبګرو د کار حاصل د دوئ د کورنيو د ضرورت څخه زيات شول د بلې خوا دغه کسبګر د نورو کسبونو څخه پس پاتې شول اود خپلو کورنيو د ژوند د نورو ضرورتونو د پوره کولو دپاره د نورو کسبګرو د کار حاصل ته محتاج شول. چې په دې توګه د کورنيو تر منځ د مالونو د راکړې ورکړې دود او د راکړې ورکړې بازار (تجارت) او د ټولنيز ژوند بنسټيز اصول رامنځ ته شول . د تولنو تر منځ د تګ راتګ او د سفرونو په ترڅ کې تجارت وغوړيد د هيوادو د خلکو د ژوند د څرنګوالي او مهارتونو په هکله د معلوماتو راکړې ورکړې امکان ورځ په ورځ زيات شو. او په دې وروستيو کلو کې د ساينس او تکنالوژۍ د چټکې ودې له کبله ، ترانسپورتي ، مخابراتي ، اطلاعاتي او د انسان د ضرورت وسايل خوا زيات عصري شول. هغه لار چې اوښ به په څو کالو کې وهله نن ئې الوتکه په څو ساعتو کې وهي او هغه خبر چې ډاکي به په څو مياشتو کې د يو وطن څخه بل وطن ته وړلو نن د تيلفون په واسطه په څو دقيقو کې د يو وطن څخه بل وطن ته رسيږي. يعنې بشري ټولني د مکان او زمان له پلوه سره نژدې کيږي.. په غرب کې جوړ شوي کالي د شرق خلک اغوندي ، په جنوب کې روزل شوي ميوې د شمال خلک خوري، په شرق کې د چرګانو او انسانانو ټغې د غرب چرګانو او انسانانوته او په غرب کې د ليونيو مالونو مرض د شرق مالونوته او همدا ډول هر ساري مرض په ډيره چټکی د د نيا د يو ګوډ څخه بل ګوډ ته رسيږي . د صنعتي ملکونو د فابريکو د کاربن دای اکسايد له له کلفته د ټولې نړۍ هوا ګرميږي او په دې توګه د نړۍ د خلکو نيکمرغي او بد مرغي په چټکۍ يو بر بل اثر کوي . د زلزلو او طوفانونو څخه زيانمن شويو خلکو سره نړيوال په ګډه مرسته کوي، د بيسوادي ، ساري ناروغيو ، او فقر سره ټول خلک په ګډده مبارزه کوي. لکه چې ښکاري ګلوباليزيشن د بشري ټولنو په دې اړخونو کې تر اوسه د کومو خاصو مشکلاتو سره ندي مخامخ شوي دا ځکه چې د هيوادونو تر منځ د تګ راتګ او راکړې ورکړې مناسبات تر اوسه د دغه خلکو متقابلو ګټو په اساس او د هغوئ په اختيار او خوښه تر سره کيږي. ګټونکي او بايلونکي پکې دومره بربنډ نه ښکاري . ټوليپوهان د بشري ټولنو د ژوند د دې اړخونو د ګلوباليزيشن په هکله دومره ليکنې نه کوي او اکثره ئې د اقتصاد، فرهنګ او سياست د ګلوباليزيشن په هکله د جنجال ډکې خپرونې او نظريات وړاندې کوي. د اقتصاد ګلوباليزيشن: اقتصاد د ټولنيز ژوند د ارزښتونو بنسټ جوړوي. په نړۍ کې د ټولنو او په ټولنو کې د خلکو د اقتصادي اړيکو څرنګوالی په هغه ټولنو کې د عدالت ، انصاف، دوستۍ او دشمنۍ اړيکې ټاکي. جنګونه او شخړې د اقتصادي مسايلو په سر رامنځ ته کيږي او په جنګ کې لری او بريی هم تر ډيره حده د اقتصاد په ښه والي او خرابوالي پورې اړه لري . د ساينس او تکنالوژۍ وده په ډير لګښت تر سره کيږي او پر مخ تللي ساينس او تکنالوژۍ د اقتصاد د چټکی ودې ته لار پرانيزي . همدا ډول د ساينس او تکنالوژۍ د پر مختګ او د اقتصاد د لوړوالي کچه د زبر ځواکۍ د ماشين د قوت اندازه ټاکي. جورج سوروس امريکائي ټولنپوه د نن ورځې يواځينی زبر ځواک د امريکا متحده ايالاتو د اقتصادي قدرت او نړيوال چلند په هکله ليکي: د امريکا د متحده ايالاتو اقتصادي توان د نړۍ د ټولو ملکونو د اقتصاد په پرتله زيات دی او په دې برخه کې هيڅوک د امريکا سره سيالي نه شي کولای. همدا ډول د امريکا پوځي لګښت د ټولې نړۍ د پوځي لګښت ٣٧٪ دی. نو د نړۍ يو ملک هم د امريکا سره د پوځې مقابلې توان نه لري، خو جورج سوروس د نړيوال تروريزم او د امريکا د مقابلې په هکله ليکي چې تروريزم يو ايديال دشمن دی او په سترګو نه ليدل کيږي نو ځکه د هغه ورکول هم کيدای شي په سترګو ونه وينو. جورج سوروس وائي چې تر څو لسزو پورې په نړۍ کې هيڅوک د امريکا هژموني (زبرځواکي) ته ګواښ نه شي کيدای. خو هره هژموني چې د نورو غوښتنې په پام کې و نه نيسي پر ځای نه شي پاتې کيدای . دا ځکه نور د دغه هژموني پر ضد کيدای چې لاسونه سره ورکړي. دغه ليکوال ليکي چې نن ورځ هر څه چې امريکا په نړۍ کې غواړي نه ئې شي کولای خو هغه څه چې امريکا ئې نه غواړي نه شي تر سره کيدای. جورج سوروس يادونه کوي چې امريکاد نړيوالو مرستو په ډګر کې لوی خڼډ دی. دا ځکه هغه څه چې د امريکا ټوالواکۍ ته تاوان دی امريکا ئې نه مني. د مثال په توګه د جرمنو د نړيوالې محکمې قانون، د ماينونو د شنډولو تړون، د نړۍ د هوا د ګرميدو پريکړه او يو شمير نور کانو نشنونه تر اوسه امريکا نه دي امضا کړي. خو د نړيوالې سوداګرۍ تړون ئې په سر کې امضا کړی دی. دا ځکه چې د اقتصاد د نړيوال کونه تر ټولو زيات د امريکا په ګټه ده. د نړۍ داولسونو تر منځ د متقابلو ګټو پر بنسټ عادلانه او منصفانه اقتصادي اړيکو ټينګول د نيکمرغه او انساني نړيوالې ټولنې د جوړيدو بنسټ جوړولای شي. جورج سوروس امريکائي ټولنپوه د ګلوباليزيشن په نامه کتاب کې د اقتصاد د ګلوباليزيشن د ودې د پړاوونو په هکله ليکي: د دويم نړيوال جنګ وروسته يو شمير نړيوال موسسات او د هغې له ډلې نړيوال بانک، د نړيوالې سوداګرۍ سازمان د پيسو نړيوال صندوق، د توليداو تجارت څو ميليتي شرکتونه هغه خورا مهم سازمانونه دي چې تر اوسه د اقتصاد د ګلوباليزيشن او د سوداګرۍد غوړيدو په لور منځ ته راغلي دي. د ريکن او تاچر د حکومتونو په دوران کې )١٩٨٨) د نړيوالې پانګې د زياتيدو خوزښت زيات شو. او د ١٩٩٠ کلو په پيل کې د شوروي اتحاد د ړنګيدو وروسته نړيوال آزاد بازارونه رامنځ ته شول. جوروج سوروس په دې باور دی چې د ملي حکومتونو په پرتله په نړيوالو آزادو بازارونو کې پانګه ژر زياتيږي دا ځکه چې په دغه بازارونو کې د پانګه والو تر منځ د سيالۍ آزادي زياته او د ملي حکومتو په پرتله بنديزونو پکې کم دي چې دغه کار د ابتکار مخه نه نيسي . او په دې توګه تکنالوژيکې نوښتو او اختراعاتوته لار پرانيزي. جورج سوروس د نړيوال کيدو منفي اړخونه په لاندې ډول په ګوته کوي: ١ – د اقتصاد د ګلوباليزيشن په خپل سرۍ کې پانګوال يواځې د خپلو ګټو په غم کې وي او ټولنيزو ښيګڼو خيال نه ساتي. ٢ – بحران د نړيوالو آزادو مارکيټونو رپښتينی ملګری دی. او د بحران له امله په ټولنه کې ناآرامي او بې ثباتي رامنځ ته کيږي. جورج سوروس وائي چې دی د اقتتصاد د نړيوال کيدو پلوی دی دا ځکه چې په دغسې بازارونو کې آزادي او ګټه زياته ده. خو په دې هکله بايد لاندې ټکو ته کلکه پاملرنه وشي. ١ – نړيوال آزاد بازارونه بايد وکولای شي چې په ټولنو کې د بې ثباتۍ رامنځ ته کيدو مخه ونيسي . ٢ – د نړيوالې سوداګرۍ او هغې ته ورته نړيوالې مؤسسې لکه د نيستۍ او لوږې ضد نړيوال موسسات بايد جوړ او تقويه شي . ٣ – هغه ملکونه چې اداري فساد او رشوت پکې زيات او خلک ئې غريب دي، د دغسې ملکونو د خلکو سره بايد مرستې وشي. نن ورځ د ٢٠٠ زرو څخه زيات نړيوال شرکتونه منځ ته راغلي چې د نړۍ د پانګې زياته برخه په دغه شرکتو پورې اړه لري. همدا ډول د ټولې نړۍ د پانګې څلورمه برخه يواځې په درې سوه څو ميلتې شرکتو پوري اړه لري. د بعضې شرکتو کلنی عايد د يو او حتی څو ملکونو د کلني عايد د مجموعې څخه زيات دی. مثلاً د جنرال موتور امريکائي شرکت کلنی عايد د ټايلند ، پاکستان او اوروګويه د کلني ناخالصې ملي عايد د مجموعې څخه زيات دی . د اقتصاد د ګلوباليزيشن د بعضي پوهانو له نظره د بشريت د خير ښيګڼې په ګټه دی. خو د بعضې نورو سياست پوهانو له نظره د اقتصاد نړيوال کوونه د پس پاتې ملکونو د خلکوپر شا د پر مخ تلليو هيوادونو د پيټي ورځ په ورځ درنيدل ښکاري.د اقتصاد د نړيوال کيدو مخالفين وائي چې په دې نړيوال کوونه کې کيدای شي لاندې نړيوال پرابلمونه رامنځ ته شي. ١ - د نړيوال آزاد بازارونو د جوړيدو سره د کار قوه ارزانه او پو انسان له خوا د بل انسان د زبيښاک امکانات به ډير شي. ٢ – د وروسته پاتې ملکونو خلکو چې د تعليم سويه ئې ټيټه او د ساينس او تکنالوژي سره ئې بلدتيا کمه ده نو سخت او خشره کارونه به د هغوئ وظيفه شي او په دې توګه به نړيوال اپارتايد رامنځ ته شي. د ٢٠٠٥ کال د نومبر په مياشت کې په فرانسه کې د آسيا او افريقا د ملکونو د خلکو پاڅون د دغه پيښې يو وړوکی مثال دی. او لکه چې وينو نن ورځ په ټوله پانګواله نړۍ کې خشره او سخت کارونه د اسلامي ملکونو د خلکو وظيفه ده. ٣ - دا چې په پرمخ تلليو هيوادو کې تکنالوژي ژر ژر بدليږي او نوې تکنالوژي ډيره قيمته وي نو له دې کبله لوي تجاران به عمدتاً د پر مخ تلليو هيوادو تر منځ په تجارت بوخت شي. او نړيواله پانګه به د وروسته پاتې هيوادو څخه پر مخ تلليو هيوادو ته ور وچليږي. مثلاً د ١٩٩٠ کال علمي څيړنو ښودلې ده چې په دغه کال کې د نړيوالې سوداګرۍ0 7 ٪ د پر مخ تلليو هيوادو تر منځ او يواځې ٣٠ ٪ ئې د وروسته پاتې او پر مخ تلليو هيوادو تر منځ صورت موندلی دي. ٤ - که د نړۍ د ملکونو تر منځ سياسي ، پولي او ملي حکومتونه له منځه ولاړ شي نو د نړۍ زيات خلک به د کار او ژوند کولو لپاره لويو او آبادو ملکونو او ښارونو ته جمع شي. د بلې خوا ملي حکومتونه د هر ملک د خلکو له خوا د انتخاباتو له لارې جوړيږي. هر حکومت د خلکو د رضايت او خوښۍ لپاره هڅه کوي. دلته حکومت د هغه قوانينو ساتنه کوي چې د خلکو په ګټه او د عمومي نظم د ساتلو لپاره ضرور وي. دلته صنفي اتحادئې او نور ټولنيز مؤسسات د کارګرو د حقوقو د ساتنې او د خلکو د هوسائې دپاره جوړ شوي وي. اوس که د ملکونو تر منځ سياسي، پولي او ملي حکومتونه له منځ ولاړ او پر ځای ئې د پانګوالو څو نړيوال شرکتونه راشي نو ښکاره خبره ده چې پانګوال تر هر څه د مخه د خپلې پانګې د زياتيدو په غم کې دی. که څه هم پانګوال به په آزاد بازار کې د سيالۍ او ابتکار له برکته په پرله پسې ډول ساينس او تکناولوژي ته چټکته وده ورکړي، د کار توکي او د ژوندد ضرورت کالي به ژر ژر نوي او عصري کړي او د پانګوال پانګه به ورسره ژر ژر زياته شي خو دا چې دغه پانګوال او د دغه پانګوالۍ نړيوال شرګتونه د خلکو د انتخاباتو په ترڅ کې نه دي رامنځ ته شوي نو هغوئ به څنګه او څوک د ټولنو د خلکو د ګټو ساتلو ته اړباسي. او د سرغړونې په صورت کې به څوک او څنګه دغه شرکتو ته جزا ورکړي. د سياست نړيوال کول: په دې هکله داسې ويل کيږي چې ګوياد ځمکې پر مخ د ټولو هيوادو تر منځ سياسي، پولي او ځائې حکومتونه به له منځه ځي. او پر ځای به ئې د خاص ډول دولت چې ځانګړي قوانين اوا ختيار ات به ولري، رامنځ ته شي. د دويم نړيوال جنګ نه وروسته د ملګرو ملتو سازمان او د دغه سازمان اړوند مختلفو څانګو ( يونسف، يونسکو، د بشر د حقوقو سازمان او نورو....) جوړيدو د سياست نړيوال کولو په لور خورا ګټور ګام دی چې تر اوسه په دې لار کې اخستل شوی دی. د دغه سازمان مختلفو تشکيلاتو تر اوسه د بل نړيوال جنګ د پيښيدو او ساري ناروغيو د خپريدو مخنيوی، د بشر د حقوقو څخه دفاع، د جنګ او طبيعي آفتو په وخت د نړۍ د خلکو سره مرستې او نور خورا ګټور انساني فعاليتونه کړي دي، چې په ريښتنې د قدر وړ دي. که د ملګرو ملتود سازمان تشکيلات او صلاحيتونه پراخه شوی وای، زما په نظر دغه کار بې شکه د ټولې نړۍ د خلکو په ګټه وو. خو لکه چې يو شمير سياست پوهان په دې وروستيو کلو کې د دغه سازمان ګړو ته د انتقاد ګوته نيسي او وائي چې د ملګرو ملتو سازمان نن ورځ په بل ځای کې نيول شوي تصميمونه اجرا کوي او د ساړه جنګ د زمانې ارزښت ئې د لاسه ورکړی دی. د اروپا د اتحادئې جوړيدل او په دې وروستيو وختو کې د هغې پراخيدل د نړيوالې ټولنې د جوړيدو په لور يو بل خورا مهم ګام دی چې اروپايان ئې ازمايي . د فرهنګ نړيوال کول:د نړۍ هر قوم، هر ملت او هر ملک ځانګړی فرهنګ او کلتور لري. هره ټولنه حق لري چې په خپل فرهنګ او کلتور ووياړي هغه ته په خپله خوښه وده ورکړي او تغيرات پکې راولي. خو دغه کار په زور او په تلورا سم نشي تر سره کيدای. دا ځکه چې دملتونو فرهنګ د پيړيو په اوږدو کې په طبيعي ډول جوړيږي . نو په هغې کې تغيرات راوستل هم د پيړيو خبره ده. د فرهنګ نړيوال کوونه ډيره جنجالي او د خطر څخه ډکه موضوع ده. دا ځکه چې د هرې ټولنې د فرهنګ ډيره برخه د هغې ټولنې د خلکو د ديني، مذهبي معتقداتو سره اړه لري. نو که څوک د فرهنګ او کلتور نړيوال کول دخپل دين ضد هڅه وګڼي، بيا کيدای شي چې د دغې هڅې ضد عمل وکړي او له دې امله خونړي جنګونه منځ ته راشي. د فرهنګ نړيوال کول بهتره ده چې د هغو ټکو څخه پيل شي کوم چې د ټول بشريت په ګټه وي او د دغه ټکو نړيوال کولو په سر د نړۍ د خلکو تر منځ مخالفتونه او نارضايتي منځ ته نه راځي. د فرهنګ هغه ټکي چې د هغو په سر د خلکو تر منځ جنګونه او شخړې رامنځ ته کيږي د هغو د نړيوال کولو هڅه غير دموکراتيک عمل دی. دا ځکه چې ښه او بد نسبي مفاهيم دي. دغه مفاهيم په مکان او زمان دواړه کې تغير کوي. عين مفهوم په يو فرهنګ کې ښه او په بل کې بد وي او يا دا چې عين مفهوم پرون ښه او نن بد ګڼل کيږي: لواطت شل کاله پخوا په ټوله نړۍ کې بد عمل و. خو نن ورځ په غربي نړۍ کې نر د نر سره واده کول قانوني کار دی مګر په اسلام کې به دغه کار ته هيڅکله ښه ونه ويل شي. پورتنۍ ليکنه دا مانا نه لري چې ګويا نړيواله ټولنه او نړيوال فرهنګ رامنځ ته کيدل نا ممکن دي بلکې د دې خبرې مطلب دا دی چې په زور د نړۍ په خلکو د يو چا د خوښې فرهنګ ورتپل ډير ګران کار دی. د خلکو زور د خدای زور دی. د خلکو د معتقداتو سپکاوی د خپل ځان ورکاوی دی. په بعضي ملکونو کې بيسواده او پس پاتې خلک ساينس او تکنالوژي د خپلو ديني معتقداتو مخالف او هغه حکمت او شيطاني پوهه او د غربيانو فرهنګ بولي. نو د غربي نړۍد فرهنګ سره د مخالفت په وجه د ساينس او تکنالوژۍ د پوهې سره هم مخالفت کوي. دوتئ په دې نه پوهيږي چې د دين او وطن د ساتنې او خپل ملک د آبادونې لپاره پر مخ تللې ساينس او تکنالوژي ضرور ده . ساينس او تکنالوژي د هر چا د فرهنګ جز وو او وي به. خو فقط فرق په دې کې دی چې بعضې خلک د خدای پيدا کړی طبيعت د پديدو تر منځ حاکم قوانين درک او تشريح کولای شي. او هم د دغه قوانينو په رڼا کې د طبيعت د شتمنيو څخه د انسان په ګټه کار اخستلای شي او بعضي نور چې دغه پوهه او توان نه لري نو دغه کار ته کفر او بې ديني وائي. دغه خلک د خپلې ناپوهې او لوئې غوښتنې په وجه نه يواځې د خپل ځان بلکې د خپل ملک سره هم جفا کوي.د ګلوباليزيشن د ښو او بد اړخونو په هکله د نړيوال کميسيون راپور : هغه نړيوال کميسون چې د کار د بين المللي سازمان له خوا د نړۍ په ټولنيز ژوند کې د ګلوباليزيشن د تاثيراتو د ارزونې لپاره ټاکل شوي وو د دوه کلونو په موده کې ئې د نړۍ په شلو هيوادو کې د سمپوزيمونو او غونډو په ترڅ که دغه موضوع څيړلې او په ١٣٨٢ (هجري شمسي) کال کې ئې دغه سازمان ته يو اوږود راپور وړاندې کړی دی. په دغه ٢١ کسيز کميسون کې د نړۍ پيژندل شويو څيرو لکه د تانزانيا او فنلاند اولس مشرانو او د توشيبا د کنسرن دمديره هيئت رئيس ، جنوبي افريقا د کارګرې اتحادئې رئيس، د ګلوباليزيشن منتقد او د نوبل د جايزې ګټونکی تاژوف استګليس ګډون درلود. د دغه کميسون په راپور کې راغلي دې چې: موږ باور لرو چې سم او ښه ګلوباليزيشن په شلمو او يوويشتمو پيړيو کې د ټولې نړۍ د اولسونو دښه او نيکمرغه راتلونکې ضمانت ورکولای شي. زموږ راپور چې د ګلوباليزيشن د اوسنۍ تګلارې د بدلون غوښتونکی دی يو حساس ولې مثبت پيغام دی. په دې راپور کې د وروسته پاتې هيوادو پر اقتصاد د ګلوباليزيشن منفي اثر، د بې کارۍ زياتيدل، د وروسته پاتې او پر مختلليو هيوادو د شتمنيو (اقتصاد) تر منځ د واټن د زياتيدو خبر ورکړل شوی او راغلي دي چې اوس د نړۍ ٢٢ صنعتي ملکونه (چې نفوس ئې د نړۍ د نفوس ١٤٪ دی ) د جهان نيمايي سوداګري او د نيمايي څخه زياته د نړۍ خارجي پانګه په واک کې لري. په راپور کې په نړۍ کې د بيکارانو او بې وزلو خلکو زياتبدو ته اشاره شوې او راغلي دي چې په ٢٠٠٣ کال کې د هغه خلکو شمير په شپه او ورځ کې د يو ډالر څخه په کمو پيسو ګوزارې کولو ته اړ دي ٥٥٠ مليونو کسانو ته رسيږي. په راپور کې يادونه شوې چې ګلوباليزيشن ونه کړای شول چې د نړۍ د ښځو او نارينه وو ساده او مشروع غوښتنې يعنې شرافتمندانه کار او ښه راتلونکې برابره کړي.په دغه راپور کې ويل کيږې چې فسادونه په نړۍ کې مخ په زياتيدو دي او آزادې ټولنې د نړيوالې ډار اچونې د فشار لاندې راغلي اوهم د نړيوالو بازارونو راتلونکې د پوښتنې لاندې راغلې او د نړۍ د بيکارانو شمير ١٨٥ مليونو کسانو ته رسيدلی دی. د دغه کميسون ګډون کوونکو د وروسته پاتې ملکونو څخه د مغزونو د فرار او په مهاجر مننونکو ملکونو کې د غريبو مهاجرو (خاصتاً ښځو) په غير قانوني اقتصاد کې د کارولو مسلې د تشويش وړ ښودلې دي. په دغه اوږد راپور کې د ګلوباليزيشن د اوسنۍ تګلارې د تغير او منصفانه کولو هيله شوې ده. د ګلوباليزيشن په هکله نظريات: که د ګلوباليزيشن ټول اړخونه په پام کې ونيول شي نو د دې مسلې په هکله موافق او مخالف نظريات په لاندې ډول خلاصه کيږي: ١ – هغه څوک چې ګلوباليزيشن پروژه بولي هغوئ ګلوباليزيشن ته د ښکيلاک نوی شکل وائي. د ښکيلاک دا شکل د زبر ځواکونو د کاليو او پيسو په زور په وروسته پاتې ملکونو کې تر سره کيږي. او د نړۍ هر ملک چې د دې لارې خنډ ګرځي په دې يا هغه بهانه جنګ جوړوي او د وسلې په زور د ليبرال دموکراسۍ د رواجولو تر شعار لاندې داسې حکومت رامنځ ته کوي چې د ګلوباليزيشن د لارې خنډ نه شي. دغه خلک په دې هکله د عراق او افغانستان جنګونه مثال ورکوي.٢ – بعضي خلک ګلوباليزيشن پروسه او د تاريخ جبر بولي. د دې خلکو په آند نړۍ لاچار د ګلوباليزيشن په لور روانه ده. د ټولنيزو علمو بعضې پوهان په دې نظر دي چې هر اړخيز ګلوباليزيشن هلته رامنځ ته کيدای شي چې مادي نعمتونه په دومره اندازه زيات شي تر څو د هر چا څخه د هغه د استعداد په اندازه او هر چا ته د هغه د احتياج په اندازه د شعار عملي کول ممکن وي. د خلکو تربيه او اخلاق دومره انساني شي چې هيڅوک د بل چا حق خوړولو ته ميل و نه لري. د انسانانو تر منځ هيڅ ډول تبعيض او يو د بل پر ضد مبارزې ته ضرورت نه وي. کار د انسان غريزه او د طبيعت تسخير کول د کار عمده مضمون او په دې لار کې سيالي د پرمختتګ اساسي محرکه قوه وګرځي. د دغه ډلې خلکو په نظر آرام انساني او عادلانه ګلوباليزيشن د پانګوالي نظام په چوکاټ کې نه شي رامنځ ته کيدای دا ځکه چې د پانګوال پانګه د ښکيلاک او زبيښاک له لارې زياتيږي او دغه دواړه پديدې ظالمانه او د عدالت نه ليرې دي نو ځکه د پانګوالي نظام په چوکاټ کې به د ګلوباليزيشن هڅې د جنګونو، شخړو او ناآراميو سره مل وي. ٣ – دريمه ډله داسې خلک دي چې ګلوباليزيشن په نړۍ کې د حاکمو ارزښتونو پر ضد توطيه بولي. دا ډله وائي چې د ګلوباليزيشن مخنيوی شونی کار دی او د هغې سره د فرهنګ او ايديالوژي په برخه مقابله ممکنه ده. د دين د بيسټ پالنې په چوکاټ کې مذهبې غورځنګونه په دغه ډله کې راځي. افغانستان د ګلوباليزيشن په دوران کې: د ساړه جنګ په دوران کې نړۍ د سياسي – اجتماعي نظامو له مخې په دوه متضادو بلاکونو ويشل شوې وه. هر نظام په نړۍ کې د خپل نفوذ د زياتيدو او د مقابل نظام د ورکيدو هڅه کوله. دواړو خواوو په نړۍ کې د جاسوسۍ شبکې غزولې او دواړو شبکو په نړۍ کې يو د بل پر ضد توطيې او دسيسې جوړولې او شنډولې. په ښکيل شويو هيوادو کې امپرياليستي ضد آزادي بښونکي غورځنګونه او په آزادو هيوادو کې د زبيښاک ضد کارګري جنبشونو او د کارګري طبقې د ايديالوژۍ خپريدو رواج وموند د نړۍ په اکثره هيوادو او د هغې له جملې څخه په خپله په امريکا او نورو پانګه والو هيوادو کې کمونيستي او سوسيالستي ګوندونه او په افغانستان کې د يو شمير ملت پاله او مذهبي ګوندونو تر څنګ د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند منځ ته راغلل. دا وخت د سياسي ګوندونو جوړيدل په افغانستان کې نوې خبره وه. د اکثره سياسي ګوندنو د مشرتابه په کړيو کې داسې کسان ځای شول چې د بهر ملکونو د جاسوسۍ د سازمانونو سره ئې تړاو درلود. د افغانستان بې تجربې سياسي ګوندنو خپل رسالت، د وطن او خلکو په اړوند خپل مسؤليت او د زبر ځواکونو او ګاونډيو ملکونو د دسيسو حطر درک نه کړای شول په نه خبره د حکومت ضد مظاهرې ، په خپلو منځونو کې جنګونه او شخړې د سياسي ګوندونو د فعاليت عمده ټکي وګرځيدل له دې امله په ښونځيو او پوهنتونو کې درسونه په ښارونو او فابريکو کې کارونه په ټپه ودريدل او وچکالي هم د دغې بدبختۍ سره ملګرې شوه. هغه و چې لوږه او قحطي راغله او د افغانستان د خلکو د کړاوونو او بدبختيو دوران پيل شو. د دې وضعې سره ملي حکومتونه پرله پسې کاواکه او د بهرنيو ملکونو لاسوهنو ته لاره خلاصه شوه . د وخت دواړه متخاصمو زبرځواکونو د خپلو نظامونو د نړيوال کولو په لور په افغانستان کې د مداخلو مناسبې لارې لټولې. کله چې سردار محمد داؤد د ظاهر شاه بادشاهې نشکوره او پر ځای ئې جمهوري نظام رامنځ ته کړ نو ځمکو اصلاحات او د ښوونې او روزنې په برخه کې ئې ګټور تغيرات راوستل. د هيواد د صنعتي کولو په لور ئې د افغانستان د حال سره مناسب پلانونه د لاآس لاندې ونيول او د افغاني ټولنې د زغم او هضم وړ دموکراسۍ ته ئې لاره پرانيسته. که د بهرنيو ملکونو لاسوهنې نه وای نو داود د کيڼ اړخه ګوندنو په ملګرتيا کولای شول چې د افغانستان د پرمختګ په لور چټک ګامونه پورته کړي. خو د وخت ټګمارو زبرځواکونو داود د ښي او کيڼ اړ څخه د فشار لاندې ونيو او د افغانستان د بې ثباته کولو د هڅو په لټه کې شول. دا وخت ملتپاله، مذهبي او د کيڼ اړخ ګوندونو هر يوه د داود د نسکورولو هڅې پيل کړې. په دې ترڅ کې د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند د مشرتابه غړي مير اکبر خيبر د وژنې او د هغې سره په تړاو کې د دغه ګوند او دولت تر منځ د شخړې توطيه پيل شوه. داؤد بې وخته د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند د مشرتابه غړي بنديان کړل نو ځکه د دغه ګوند د نظامي اړخ د پاڅون په نتيجه کې داؤد نسکور او دولتي قدرت د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند په لاس ورغی. دغه ګوند دخپل حاکميت په پيل کې دوه خطرناکې غلطۍ وکړې. لومړی دا چې دغه ګوند د خپل ګوندي مرام د عملي کولو يعنې د ملک د اداره کولو د پاره د ملي متحدې جبهې چوړولو څخه ډډه وکړه او په ټول دولتي قدرت ئې خيټه واچوله د بله پلوه د افغانستان د جغرافيائي موقعيت حساسيت ته د پاملرنې پرته ئې د شوروي اتحاد سره هر اړخيزې اړيکې لا ټينګې او د شوروي ضد ځواکونو ته ئې شا کړه چې دې وضعې په داخل کې ټول بې تجربې سياسي ګروپونه او په خارج کې پاخه شوروي ضد ځواکونه د دغه ځوان حاکميت پر ضد جګړې ته ر اوبلل. شوروي ضد ځواکونو په افغانستان کې د حاکم ګوند پر ضد پراخه تبليغات او توده مبارزه پيل کړه او د افغانستان د دولت ضد قوتونو د تربيه کولو او مسلح کولو او نورو مادي او معنوي مرستو امکانات ئې برابر کړل. د بلې خوا د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند دوه يو د بل ضد ګروپونه (خلقيان او پرچميان) چې د داؤد د نسکوريدو څخه ٦ مياشتې د مخه د شوروي اتحاد په دستور يووالي ته اړ ايستل شوي وو، د دغه ګوند د حاکميت په وخت کې يو بل ته غله وو. دا چې په پوځي او ملکي ګونديانو کې د خلقيانو شمير د پرچميانو په پرتله خورا زيات وو، د دغه ګوند د حاکميت په لومړي پړاو کې په ملکي او خاصتاً په پوځي ساحه کې د خلقيانو قدرت زيات و نو ځکه دغه پړاو د خلقيانو د حاکميت په نامه ياديږي. د خلقيانو د حاکيمت په سر کې د خلکو ملاتړ او د وطن د چټکې آبادونې روحيه ډيره قوي وه. په دې دوره کې ډيرې پروژې د خلکو په رضاکارانه مرستو پيل او سرته ورسيدې. رشوت او واسطه ټيټې کچې ته راښکته شوه. خو د بهر ملکونو د لاسوهنې په وجه لږه موده وروسته د ګوند په داخل کې د قدرت غصبونې هڅې پيل شوې او په دې لړ کې د پرچميانو د مشرتابه ډير غړي په بهر ملکونو د سفيرانو په توګه وټاکل شول. شورويانو چې د خلقيانو ملت پالنه په افغانستان کې د خپلو امپرياليستي موخو په لار کې لوی خنډ ګاڼه نو لږه موده وروسته ئې پرچميان هم د خلقيانو پر ضد توطيو او دسيسو ته وهڅول . هغه وو چې د شوروي په شمول د نړۍ ټولو مغرضو قوتونو او د پرچميانو په شمول په افغانستان کې د خلقيان ضد ټولو سياسي ګروپونو د خلقي دولت پر ضد هلې ځلې تودې کړې. دا وخت د وطن او خلکو د سرنوشت خبره شاته ولويده. د دولت ضد ځواکونو د سياسي قدرت د لاسته راوړلو او خلقيانو د خلقي حاکميت د ساتلو دپاره يو د بل پر ضد وسله والې جګړې پيل کړې. چې د هغې په ترڅ کې د دواړو خواوو څخه ګڼ شمير افغانان او هم يو شمير بيګناه او بې طرفه هيوادوال مړه يا معيوب شول. شوروي اتحاد د مخکيني پلان او که دنويو رامنځته شويو شرايطو په اساس و ، پريکړه ئې وکړه چې سياسي قدرت بايد د خلقيانو څخه پرچميانو ته وليږدول شي تر څو په افغانستان کې د شوروي دپوځونو شته والي ته ضرورت او امکان برابر شي. هغه و چې تره کی او امين ئې په خپل منځ کې بې اتفاقه او يو پر بل بې اعتماده کړل. بيا ئې تره کې په امين او امين ئې په سرو لښکرو له ميځه يوړ او په دې توګه افغانستان د روسانو په قبضه کې ولويد. له ١٣٨٥ د جدي په ٦ نيټه د شوروي يرغل نه يواځې د افغانستان کړيدلي خلک د نامعلومې مودې لپاره يو ځل بيا د بهرنيانو د پښو لاندې کړل بلکې د سوسياليزم د ګلوباليزيشن پروسه ئې هم په لته ووهله او په دې توګه ئې نړيوالې ګډوډۍ او هم نړيوال تروريزم ته لار پرانيسته. د ١٣٥٨ کال راوروسته د افغانستان مسلې نړيوال ابعاد پيدا کړل او د هغې حل د افغانانو د لاسه ووت . افغانستان د نړيوالو مغرضو ځواکونو په دام کې ولويد. روس او د روس ضد ځواکونو د افغانستان په خاوره خپلې وسلې د افغان وژنې په جګړه کې وآزمايلې . د دواړه خواوو څخه په زر هاوو افغانان قتل، اقتصادي، علمي او تعليمي، روغتيايي، اداري، قضايي، او حقوقي مؤسسات ئې ړنګ او وطن په کنډواله بدل شو. د روس ضد افغاني ځواکونو تر منځ ئې د نفاق داسې اور بل کړ چې د څو کاله خپل ميځي جګړو او د عوامو د زورونې او سپکاوي په ترڅ کې د دغه تاريخي برحق جهاد لاس ته راوړنې ئې په اوبو لاهو کړې. د روس د ګوډاګي رژيم د پرځيدو وروسته د دين له موضع نه د اسلام د دين پر ضد هڅې پيل شوې. د ديني علماوو پرته د معاصرو او طبيعي علمو د پوهانو قدر او ارزښت له موده ولويد او په خلکو په زور لمونځ کول رواج شول. د سپورت په جامو کې سپورت کول، موزيک اوريدل او د ګيرې خريول د جزا وړ اعمال وګڼل شول. همدا وجه وه چې په دغه موده کې ګڼ شمير پوهان، هندوان، سکان او د نورو اديانو پيروان د وطن پرپښودو ته اړ ايستل شول. دا ټول د دين ضد هغه هڅو ته ورته و چې په منځنيو پيړيو کې په اروپا کې د کليسيا مشرانو او پاپانو له خوا د عيسويت د دين د بې اعتباره کولو او د خلکو او عيسويت تر منځ تضاد رامنځ ته کولو او بالاخره د دين او دولت د جدا کولو سبب وګرځيد. د بهرنيانو په لمسه د نن ورځې د دنيا څخه سترګې پټول او د ٢٠٠٠ کاله پخوانۍ نړۍ خيالي فلم ته کتل او کټ مټ هغسې ژوند بيرته رواجول هغه څه وو چې د غرض خاوندانو ته ئې پر افغانستان د يو ځل بيا يرغل او دې منطقې ته د راتګ بهانه برابره کړه. معمولاً کله چې بهرنيان په زور په يو ملک قبضه کوي نو په هغه ملک کې د اوسيدونکو خپلو اجنټانو څخه يو داسې ګوډاګی دولت جوړوي چې د بهرنيو ځواکونو دمستقيم موجوديت پرته په خپلو پښو نه شي دريدلای. همدا وجه وه چې په وروستيو ٢٤ کلو کې د وخت زبرځواکونو دوه ځلې د يو شمير لږکيو په ملاتړ د ډيرکيو حاکميت چپه او افغانستان ته راننوتل. بايد وويل شي چې که افغانان يو خپلواک او پر مختللی افغانستان غواړي نو دا بايد ومني چې اسلام د افغانانو د يووالي مظبوط بنسټ او د خپلواکۍ په ډګر کې د الله اکبر ناره د دوئ شريک شعار دی. خو په مستقيم او يا د منځنيو پيړيو په دود په غير مستقيم ډول اسلام تخريبول يو ضد اسلامي او ضد افغاني عمل دی. د نړۍ په ټولو ملکونو کې د مختلفو اديانو پيروان مختلف ګوندونه او ډير قومونه په مختلفو ژبو خبرې کوي خو دغه ټول خلک د وطن د آبادۍ، آزادۍ او د خلکو د نيکمرغۍ د پاره په اتفاق کار کوي. پس دا حتمي نده چې ټول افغانان دې د افغاني ټولنې د مادي او معنوي اړخونو د پرمختګ د څرنګوالي او ميخانيکيت په هکله يو شان فکر وکړي ولې ډيره مهمه خبره دا ده چې افغانستان يو اسلامي ملک دی نو د هر افغان کړه بايد د اسلام ضد نه وي او د وطن آزادي، آبادي او د خلکو د نيکمرغۍ د پاره کار کول بايد د ښه سړيتوب په تللو کې معياري کاڼی وي. تر څو چې دغه صفات د افغانيت او ښه سړيتوب په تللو کې معياري کاڼی و نه منل شي، د افغانانو تر منځ پوخ يووالی نه شي راتلای. افغانان په افغانستان کې راټوليدای او اوسيدای شي خو چې افغانستان نه وي نو د افغان مفهوم به څه وي. ايديالوژۍ ته وطن لوږی کول لويه خطا او ګناه ده. که يوه ډله افغانان پرولتاري انترنشنليزم غواړي او پانګه وال، فيوډالان او متعصب مسلمانان په وطن کې نه شي زغملای او بله ډله ئې اسلامي انترنشنليزم غواړي او د نورو عقيدو خاوندان په وطن کې نه پريږدي او دريمه ډله ئې د افغانانو حاکميت ملي ستم، د نيستۍ او غريبۍ بلا او د پردو حاکميت د ښه او بسيا ژوند کولو تر ټولو ښه لار ګڼي نو بيا دغه وړۍ نه شړۍ کيږي. په دغه صورت کې به آزاد افغانستان يو شړ ځنګل او آباد افغانستان به د پردو چوپړ او د دايمي ناآرامۍ سره مخ وي. آزادي ، آبادي، نيکمرغي او آرامي به يو ځای د افغانانو په برخه نه شي. تاريخ ښييي چې منځنۍ آسيا او هند ته د زبر ځواکونو د يرغل په لار کې افغانستان ډير وارې تر پښولاندې شوی او ړنګ شوی دی. سوال دا دی چې زبرځواکونه ولي د ايران او يا د منطقې د بل ملک د لارې په دغو منطقو يرغل نه کوي. او که په دې ځای کې افغانستان دومره زيات ارزښت لري نو افغانان ولې د دغې ارزښت نه د خپل وطن په نفع ګټه نه شي اخستلای؟ اصلي خبره خو دا ده چې دغه د زور لار د افغانانو د کمزورۍ له وجې د دوئ په کور تيريږي. د هند نيمې وچې ته د انګريزانو د راتګ او د افغانانو د لاسه پر له پسې ماتې او بيا د منطقې څخه وتلو ته مجبوره کيدل او د افغانستان په منځه ملا د ډيورند د ننګينې کرښې په نښه کول د وخت د دغه زبرځواک د قصور اخستلو هغه دروند ګذار دی چې افغانان ئې کمزوري کړي او په خپل ټول قوت يو ځای د کوتک وهلو څخه ئ ايستلي دي. د بلې خوا د روس د ظلم د لاسه افغانستان ته د منځنۍ آسيا د مسلمانو مهاجرو په منځ کې د روس د اجنټانو راتګ او په افغاني ټولنه کې قومي ناآراميو ته لمن وهل، د ايران له خوا مذهبي او ژبني تعصبات چاغول او د افغانستان د ځيرکو دشمنانو په لمسه اسلام ته د خدمت په نامه بې سواده افغانان د وطن د پرمختګ په لار کې درول نور هغه عوامل دي چې افغانان ئې کمزوري کړي دي. وايي چې غل د صحرا او بيتي د کوره. د افغانانو بې اتفاقي په خپله يرغلګرو ته پر افغانستان د يرغل کولو جراُت ورکوي. د ورستيو درې لسيزو پيښو وښودله چې افغانان د ځان او بهرنيان د افغانانو په هکله يو شان فکر نه کوي . افغانان خپل ملک د منطقې لرغونی هيواد او ځانونه غيرتي، با تهذيبه، دروند او صالح ملت بولي چې د چا ښکيلاک ئې نه دی منلی او نه هم د نورو ملکونو د نيولو هڅې کوي نو ځکه دوئ ځان د نړۍ د نورو سيالو ملتو په څير سيال او آزاد فکر کوي خو لکه چې زبرځواکونو او د افغانستان بعضي ګاونډي ملکونو ته افغانان نور سيال او آزاد ملت نه ښکاري. ګاونډيان يي د ملک په تقسيم او زبرځواکونه ئې په خاوره کې د پوځي اډو په جوړولو يو د بل سره په سيالۍ کې دي. په دغه بې خاونده ملک کې ليوان، مرغان، پردي پوځيان، تروريستان او د اپينو قاچاقبران ټول آزاد ګرځي. څوک ئې قيمتي کاڼي او کانونه چلوي او څوک ئې ځنګلې تباه کوي. چا ئې پوځي وسلې، لابراتواري وسيلې ، د کورونو کړکۍ او دروازې کباړ کړې او څوک ئې هم په سرحدي پولو کې د پراختيا غوښتنې په نيت په هغه سيمو کې پوځي عمليات کوي چيرې چې د ګاونډيو ملکونو د پوځي ځواکونو داخليدل د رسمي بين المللي قراردادونو په اساس منع دي. دا ده د سياسي ګوندونو د لارې په افغانستان که د بهرنيانو د لاسوهنې نتيجه . او دا ده ايديالوژۍ ته د وطن د لوګي کولو فايده. افغانستان د نژدې ٢٢ کلو په دې لنډه موده کې د افغانانو د بې اتفاقۍ، بې سنجشۍ او د يو کم شمير مسلکي معامله ګرو لږکيو د خود فروشۍ او بيګانه پرستۍ په وجه دوه ځلې د وخت د نړيوالو يرغلګرو زبرځواکونو د پښو لاندې غوبل او په مليونونو افغانان په دغه نابرابره او تپل شويو جګړو کې مړه او معيوب شول. لومړی ځل کله چې افغانستان د خپل شمالي ګاونډي دغه د دوست په جامه کې حيله ګر دښمن شوروي اتحاد د پراختيا غوښتنې په دام کې ولويد نو په ډيره ميړانه ئې د خپل ملک د خپلواکۍ څخه دفاع وکړه، د روس د امپراتورۍ سره د افغانستان د نښلولوپلان ئې په اوبو لاهو او په دې جګړه کي يرغل ګر دومره تاواني او وټکول شو چې دماتې د منلو وروسته د خپل ځان د راټولولو توان ئې نه درولود او ټوټې ټوټې شو. خو افغانانو ته هم د دغه تاريخي بري څه ګټه ونه رسيده. د برياليتوب وروسته افغانانو د چوکيو پر سر خپل مينځي جنګونه پيل کړل. په دې جنګونو کې ډير شمير افغانان قتل، زيات شمير پوهان او مسلکي خلک د وطن څخه وتښتيدل او د افغانستان ښارونه په کنډوالو بدل شول. د بيسواده جنګي قوماندانانو د ظلم او ناروا کړنو له امله خلکو د سياسي اسلام او حتی د جهاد د کلمو سره حساسيت پيدا کړ او په دې توګه د دغه برحق جهاد مادي او معنوي ارزښتونه برباد شول. اوس سوال دا دی چې ولې دغسې وشول؟ آيا د روس پر ضد جهاد سم کار نه و؟ او که دغه کار سم او برحق و خو افغانانو دا شايستګي او د مخکې نه پوره تياري نه درلوده چې دغه برياليتوب خپل او هضم کړي. آيا دغه ارزونه نن څه ګټه لري؟ هو! دغه ارزونه نن د بل هر وخت نه لا زيات ارزښت لري. دا ځکه چې په افغانستان کې بهرني يرغلګر ځواکونه دي او افغانان مجبور دي چې هغوئ د خپلې خاورې څخه وباسي. آيا د دې کار پايله به د روس پر ضد د جهاد په څير نه وي؟ هو ! که افغانان بيا هغسې بې سنجشه عمل وکړي نتتيجه به ئې دا وار تر هغه بدتره وي. د بې سنجشه جهاد په نامه افغانستان بيا په اور کې سوځول او د معصومو افغانانو په غوښو مرغان او ګيدړان مړول به د بښلو وړ عمل نه وي. آيا پرون روسي ځواکونو او نن په دې ملک کې د غربي ملکونو د عسکرو موجوديت په ماهيت کې يو شی دی؟ هو! او نه ! هو په دې مانا چې دغه دواړه پردي يرغلګر ځواکونه دي . او نه په دې چې روسي ځواکونه د يو ملک و که دغه ځواکونه بريالي شوي وای نو د دې خبرې امکان ډير زيات و چې افغانستان دې د شوروي اتحاد ١٦ جمهوريت شوی وای. خو ننني د غربي نړۍ ځواکونه د يو ملک نه بلکې د ډيرو ملکونو او د ملګرو ملتونو په مشوره په افغانستان کې پراته دي. دغه ځواکونه افغانستان د نړۍ د کوم ملک سره نه شي نښلولای. که دغه ځواکونه خپل مقصد ته رسيږي نو افغانستان به د پاکستان په څير په منطقه کې د انګريزانو او امريکايانو يو ګوډاګی ملک وي. دغه ځواکونه په ټوله منطقه کې خپلې ګټې لټوي او د افغانستان څخه ايستل ئې هم نه يواځې د افغانانو رسالت بلکې د منطقې په ټولو خلکو پورې اړه لري. د افغانستان څخه د روس د عسکرو د وتلو موجبات درانده اقتصادي تاوانونه او انساني تلفات وو. په دغه جنګ کې د شوروي پر ضد نړيوال ذهنيت او هم د دغه جنګ پر ضد په خپله د شوروي د خلکو راپاڅيدل او تر ټولو دمخه د افغانانو د سرښندنې بې امانه مبارزه او هم په دې هکله د نړۍ د خلکو مادي او معنوي مرستې وې. آيا دغه عوامل به د افغانستان څخه د اوسنۍ غربي نړۍ پوځي ځواکونو په وتلو کې څومره اثر ولري؟ نوموړي عوامل بې شکه د افغانستان څخه د ننني غربي نړۍد پوځونو په وتلو کې ډير زيات اثر لري. خو د نوموړو عواملو پرته د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو شکل به تر ډيره حده په عراق کې د جنګ په پايلو پورې هم اړه ولري.  نور بيا: ",ګلوباليزيشن پروسه د ه که پروژه ؟ ـ (دوهمه برخه ) 1617,غلام جيلاني ځواك," غلام جيلاني ځواك پاكستان ته د حامد كرزي له سفر نه سمدلاسه وروسته چين ته د پاكستان دپوځي واكمن جنرال پرويز مشرف سفر يو دوه په ښكاره بيلي، بيلي خو په حقيقت كي نښتي پيښي دي، ښاغلي حامد كرزي پاكستان ته پخپل سفر كي په ډاګه له ترهګرو نه د پاكستان دملاتړ خبره وكړه او ويي غوښتل چي پاكستان نور خپلي دي لوبي ته د پاي ټكي كيږدي، تر دي دمخه پرباجوړ د ائتلاف دپوځونو بريد او هلته د القاعدي د لوړپوړو چارواكو مړيني همدارنګه په امريكا كي د پاكستان د لومړي وزير شوكت عزير ته د امريكايي چارواكو لخوا سوړ هركلي پاكستان ته دا جوته كړه چي نور په افغانستان كي نشي كولاي خپلي دوه مخي پاليسي ته ادامه وركړي، كيداي شي دا خبره د شوكت عزيز او امريكايي چارواكو ترمنځ هم مطرح شوي وي. څو ورځي وروسته د امريكا ولس مشر جارج بش د سيمي د سفر په ترڅ كي پاكستان ته هم راروان دي او په دي ليدنه كي به هرو مرو د ترهګري پرضد جګړه كي د پاکستان دوه مخی پالیسی تربحث لاندی راځي، نو اوس چي افغانستان له پاكستان څخه په جدي توګه غواړي ترڅو خپله دوه مخيزه پاليسي پريږدي او پاكستان به د امريكا د ولس مشرله دي سوال سره هم مخ كيږي چي پاكستان ولي تراوسه د ترهګري په وړاندي رښتني ګامونه نه دي پورته كړي، نو چين ته دپاكستان دولسمشر سفر ځانګړي اهميت غوره كوي. دترهګري پرضد جګړه كي پاكستان د نړيوال ائتلاف يو غړي دي، او په دي توګه مكلف دي چي د ترهګري په لمنځه وړلو كي هرڅه چي يي په وسه وي وكړي. خو ورځ په ورځ روښانه كيږي چي پاكستان په تيرو څلورو كالوكي له دوه مخي كار اخستي او همدا اوس هم په پاكستان د ترهګري د روزني كمپونه شته او هلته ترهګر روزل كيږي، او د پاكستان د پوځ او استخباراتو په مرسته اوملاتړافغانستان ته ليږل كيږي. پاكستان اوس په يو دوه لاري ولاړ دي، له يوي خوا نشي كولاي نور دنړيوالو په سترګو كي خاوري وشيندي او له بلي خوا نشي كولاي د ترهګري اوبنسټ پالني له ملاتړ نه لاس واخلي، لكه دمخه چي مي هم څو واري ويلي بنسټ پالنه او ترهګري دګاونډيانو په وړاندي دپاكستان ترټولو غوڅونكي او تيره وسله ده او پاكستان پري كلونه كلونه پانګه اچونه كړي، نو اوس پاكستان خپلي اخري هڅي كوي ترڅو وكولاي شي خپل اوسني پاليسي ته نوره هم ادامه وركړي، چين ته د پرويز مشرف سفر او پر افغانستان اوهند د بلوچستان په پيښوكي د لاس وهنو تورونه د دي هڅو يوه كړي ده، پاكستاني رسني چي شديداً د پاكستان د استخباراتواوبيا په تيره دآيي ايس آيي تر څارني لاندي دي له يوي مودي راپديخوا تور لګوي چي ګواكي هند په افغانستان كي د خپلو كونسلګريو له لاري د بلوچستان په پيښوكي لاسوهنه كوي، دا تورونه چي هيڅ كوم بنسټ نلري د پاكستان يوه هڅه ده چي په دي توګه غواړي د افغانستان د هغو ګوتنيونو نه د تيښتي لار پيداكړي چي ترهګري د پاكستان لخوا روزل كيږي او افغانستان ته راليږل كيږي. همدارنګه د چين نه د پرويز مشرف د ليدني موخه پاكستان ته دوروستيو ننګونو په وړاندي د هغه هيواد د ملاتړ لاس ته راوړل دي. د شنګهاي د لومړني كانفرانس نه راپديخواداسي هڅي رواني دي چي د روسيي، چين، ايران او پاكستان په ګډون په سيمه كي د امريكا د سياسي، اقتصادي او پوځي وړاندي راتګونو په وړاندي يو سيمه ييز ائتلاف جوړ شي. اوس چي پاكستان ويني نور امريكا ته هغه اهميت نلري كوم چي د سوړ جنګ پرمهال يي درلود، نو هڅه كوي د امريكا پرضد دنوي ائتلاف سره د خپلو اړيكو په ټينګولو امريكا ته خپل ضرورت يو ځل بيا رابرسيره كړي او امريكا دي ته اړكړي ترڅو بالكل يي له پامه ونه غورځوي. كه نه نو پاكستان به په ډيره آسانه د روسيي، چين او ايران د آئتلاف غيږي ته ولويږي. امريكا اوس هم د ترهګري او نشه يي توكو پرضد په جګړه او په سيمه كي د خپلو سياسي او اقتصادي ګټو د خوندي كولو په خاطر د سيمي دټولو هيوادونو ملا تړ او همكاري ته ضرورت لري، او كه امريكا ونشي كولاي د سيمي د هيوادونو ملاتړ اوهمكاري لاسته راوړي نو د ډيرو ستونزو سره به مخ شي. په ښكاره داسي بريښي چي پاكستان به د چين دملاتړ په ترلاسه كولو وكولاي شي چي امريكا دي ته اړ كړي ترڅو د ترهګري سره په جګړه كي د پاكستان له دوه مخي پاليسي په پاكستان كي ولسواكي او دبشري حقونو د پښو لاندي كيدو په پيښو سترګي پټي كړي اوپه دي توګه به پاكستان په سيمه كي د خپلو موخو ترلاسه كولو په خاطر وكولاي شي تر يو مناسب وخت پوري فرصت ومومي. خو پاكستان په دي هكله څو مهم ټكي له ياده باسي، لومړي دا چي د امريكا پرضد يو سيمه ييز ائتلاف لا تراوسه يواځي يو ذهني انځور دي او حقيقي بڼه يي لا نه ده نيولي.همدارنګه په سهيلي اسيا كي هيڅ كومه ټلواله نشي كولاي هند له پامه وغورځوي او هيڅ داسي دليل نشته چي هند دي په يو داسي اتحاد كي ګډون وكړي چي هغه پاكستان ته دخپلو سيمه ييزو موخو د پوره كيدو په لار كي مرستندوي وي. له بلي خوا د چين، هند، پاكستان، ايران، روسيي او پخواني شوروي اتحاد نه آزاد شويو هيوادو ترمنځ دومره شخړي او ستونزي موجودي دي چي په دي سيمه كي د ناټو په شان ديو رښتوني سياسي، اقتصادي ا و پوځي اتحاد مخه نيسي. همدارنګه هيڅ داسي شواهد نشته چي چين دي دا مهال وغواړي په سيمه كي نيغ په نيغه د امريكا ګټي وننګوي، ترڅو چي د هند پوري تړلي ده نو دهند اوامريكا اړيكي اوس په پرتليزه توګه د امريكا سره د سيمي تر ټولو هيوادونو ښي دي. اوس د يو داسي اتحاد د منځ ته راتګ شونتيا ډيره كمزوري بريښي.نو چين ته دمشرف سفر داسي بريښي لكه يو سيلاب وړي سړي چي د اوبو ځك ته هم لاس اچوي. په همدي بنسټ ده چي مشرف له چين نه تش لاس راغي، او د چيني مشرتابه لخوا ورسره هيڅ كومه داسي ژمنه ونشوه چي دمشرف ملا وتړي، مشرف په دي سفر كي يواځي وكولاي شول د زلزله ځپلوسيمو د بيا رغوني لپاره يو اوږد مهالي پور ترلاسه كړي. چي دا خبره كوم لوړ سياسي اهميت نلري. مشرف بايد نور په دي پوه شي چي پاكستان اوس په يوه بنده كوڅه كي ايسار دي، او يواځي يوه لار لري، او هغه د ترهګري او بنسټ پالني پرضد په جګړه كي خپله دوه مخي پاليسي پريښودل دي. پاكستا بايد نور په پاكستان كي د ترهګري ټول كمپونه وتړي د ترهګرو او بنسټ پالو مالي سرچيني وچي او سياسي ملاتړ له منځه يوسي. پاكستان نه خو د خپلي دوه مخي پاليسي لپاره د كوم بل هيواد ملاتړ ترلاسه كولاي شي او نه خو په بلوچستان كي د پيښو په اړه پرافغانستان او هند تورونه يي ژغورلاي شي، دا تورونه ټولوته مالوم دي چي بي بنسټه دي، البته داسمه ده چي په بلوچستان كي د پنجابي استعمار په وړاندي پاڅون روان دي خو كومه وسله چي پاڅون كونكو سره ده هغه هماغه وسله ده چي د آيي ايس آيي د جهاد دپاليسي له بركته په ټول پاكستان كي خوره ده او هماغه وسله ده چي پاكستان يي ترهګرو ته د افغانستان پرضد وركوي اوهغوي يي بيا بيرته په پاكستان كي پلوري، وايي چي څه كري هغه به ريبي، پاكستان چي په تيرو دري لسيزوكي په سيمه كي كوم اور كرلي اوس وخت دي چي پاكستان يي پخپله وريبي. كه پاكستان نور هم خپلي همدي پاليسي ته ادامه وركړي نو هغه وخت لري ندي چي باجوړ، وزيرستان او بلو چستان نه، بلكي پخپله اسلام آباد هم د خپل لګولي اور په لمبو كي وسوځيږي. ", چين ته د مشرف سفر؛ د تيښتي وروستى هڅه 1618, وحيد سپين غر _كابل,"  وحيد سپين غر _كابل  دجګړي په كلونوكي زموږ ډيرشمير هيوادوال مهاجرت ته اړشول اوله هيواده بهر په ګاونډيواويوشمير نوروهيوادونوكي ميشت شول ،دشميرونوله مخي دافغان مهاجرينوډير شمير په پاكستان اوايران كي ميشت شوي دي . په هيوادكي دنويوبدلونونوسره جوخت زموږ ډير شميرهيوادوال له ايران اوپاكستان نه بيرته خپل هيوادته راستانه شول ،خولاتراوسه يوشمير هيوادوال په نوموړوهيوادونو كي دمهاجرت شپي تيروي . كه څه هم چي دواړوهيوادونوايران اوپاكستان څوځلي داخبره كړي چي ترڅوافغانان پخپله ونه غواړي خپل هيوادته ستانه شي نوددغوهيوادونوحكومتونه به يي په زوراوفشار دي ته اړنه كړي چي خپل هيواد ته ستانه شي ،خوددي ټولوڅرګندونوسره سره ډير وختونه زموږ مهاجر هيوادوال په ايران اوپاكستان كي دپوليسواوامنيتي ځواكونوله ګواښونواوځورونوسره مخامخ كيږي اوپه زوره له ايران اوپاكستان نه ايستل كيږي دپاكستان په پرتله په ايران كي داګواښني اوفشار ډيرزيات دي اوپه څوځلي افغانان په زور اوفشار له ايران نه دافغانستان پولوته راوستل شوي اوله هغه هيوادنه شړل شوي دي . په دي وروستيووختونوكي دايران حكومت يوځل بيا په ايران كي دميشتوفغانانوپه وړاندي پخپل چلند كي سختوالي راوستي اوافغانان په زور دي ته اړباسي ترڅوله ايران نه ووځي . دراپورونوله مخي ايران افغانانوته شپږ مياشتي وخت وركړي اوويلي يې دي چې له شپږومياشتو وروسته به په ايران كي ميشت افغان مهاجر له ايران نه وباسئ  كه څه هم دالومړي ځل نه دي چې دايران حكومت دافغانانوپه وړاندي له داسي سخت چلند نه كاراخلي اودمهاجرت دټولونړيوالوموازينوپرخلاف په زور ا فغانان له خپلي خاورې باسي بلكه دايران هيواد ددوولسيزو په اوږدوكي هركله دافغانانوپه وړاندي له ډيروسختوچلندونونه كاراخيستي اوافغانان يې سخت ځورولې اوكړولې دي كه چيرته په ايران كي دافغانانودځورونې اوكړونې بهير همداسي روان وي نوښي پايلې به له ځانه سره ونه لري . له هرڅه نه وړاندي به ددواړومسلمانوګاونډيوهيوادونونيكواوښواړيكوته زيان ورسيږي چي دادهيڅ لوري په ګټه نه ده ،په داسي حال كي چي دافغانستان دولت تل داهڅه كړي ترڅودورورهيوادايران سره ډيري ښي اونيكي اړيكې ولري خودايران حكومت تل د مهاجروافغانانوپه وړاندي له داسي چلندونونه كاراخلي چې دټولونړيوالونورمونو اومعيارونوپرخلاف عمل كول دي .  دافغانستان لوړپوړيوچارواكوڅوڅوځلي دايراني چارواكوسره په ايران كي دميشتو افغانانوپه هكله كتني اوغونډي كړي اودايران لوري ورته وعدې وركړي چې هيڅكله به په زور اوفشار افغانان دي ته اړنه كړي ترڅودايران نه ووزي . خوددغوټولووعدوسره سره دادي ګوروچي دايران لوري يوځل بيا دافغانانوپه ځورونه لاس پوري كړي او ګوت څنډه يې كړي چې دڅومياشتونه وروسته به افغانان په زور له خپله هيواده وباسي . څيړونكي په دي عقيده دي چې ايران غواړي له دي لاري په افغانستان باندي يوډول فشار واچوي ترڅوافغانستان دايران داوسني ولسمشر دليونتوب نه دډكوپاليسيو او ويناګانوسره هم غږي شي اويا لږ ترلږه چوپ پاتي شي اودايران په اوسنيوسياستونو باندي سترګي پټي كړي ،په داسي حال كي چي افغانستان تل هڅه كړي چي له ايران سره خپل اړيكي دښه ګاونډيتوب اويوبل ته ددرناوي پراصولووساتي خواوس دايراني چارواكوغوښتني دومره اوچتي اودتوقع نه زياتي پورته شوي چي هيڅ سليم عقل يي نشي قبلولي . ايران هم دااوس دنړيوالوسره دخپل اټومي پروګرام په سر په يوه لويه شخړه لګيا دي چي ايران ته يي زيات خطرونه متوجه كړي دي ،كه ايران دخپل اوسني حساس موقعيت په لرلوسره دخپلوګاونډيوهيوادونوسره دنيك اوښه چلند نه كاروانخلي ښكاره ده چي دايران ستونزې به نوري هم زياتي شي اواړيكي به يي په سيمه اودګاونډيو هيوادونو سره لا كړكيچني او دنړيوالوله نظره به نورهم له ګوښي توب اوتجريد سره مخامخ شي . افغانستان ديوه متعهد هيوادپه توګه دخپلوټولوګاونډيوهيوادونوسره دنيكواوښو اړيكو غوښتونكي دي اوتل يي دنړيوالوقبول شوومعيارونوپربنسټ دخپلوګاونډيواوپه تيره بيا اسلامي هيوادونوسره په اړيكوكي خپله روغ نيتي ښودلي اوپه دي هوډكلك دريدلى دى . دادافغانستان ګاونډيان دي چي دافغانستان دارتقا اوپرمختيا په وړاندي چي نوي يي داوږدي اوخونړي جګړي له لمبونه سرراپورته كړي ستونزي اومشكلات راپيداكوي  دافغانستان اوسني دولت هم په ملي اوهم په نړيواله كچه له پوره باور اواعتماد نه برخمن دي په افغانستان كي دنړيوالوځواكونوشتون اودنړي حضور دافغانستان سياسي پرستيژته لازياته وده وركړي اونړي دافغانستان غږ په ډيره ښه توګه اوري ،خو ايران  اوس دسياسي پلوه له انزوااوګوښي توب سره مخامخ دي ،افغانستان يوازني هيواددي چي دايران سره په لويه كچه اړيكي لري ايران كولي شي دخپلونيكواوښواړيكوپه لرلو دافغانستان سره خپل تجارتي اواقتصادي اړيكي لانورهم پياوړي اوغښتلي كړي اودخپل هيوادداقتصادي پياوړتيا لپاره له دغه امكان نه ګټه اوچته كړي اوله سياسي ګوښه توب نه ځان راوباسي . دغه رازدافغانستان په بيا رغونه اوجوړونه كي ايران كولي شي دځان لپاره يومساعد اوپياوړي ځاي پيداكړي ،داټول هغه وخت شوني دي چي ايران دافغانستان په وړاندي رغنده ددوستي اوښه ګاونډيتوب اصول اوموازين مراعات كړي اوجګړي ځپلي هيواد افغانستان ته دنوروستونزودراپيداكيدوهڅي په ټپه ودروي. ",په ايران كي دميشتوافغانانودځوروني بهير 1619, رحمت الله ريښتين," تيرقسمتونه  ارمان مي په ځواني شه چي عبس راباندي تيره شوه  غفلـت شـــوي ځـولني لـکه محبس راباندي تيره شوه   اوس پدي پــوهـــيږم چــي دنيـــا وه ډيــــره ښـــکلي  دا ګـــنا ځمــاوه چــي قفـــس رابــانـدي تـــــيره شــوه  نه پــوهـيږم چي دا عمـروُ که خـوب وُ چـي مـا وليده د سين غاړي هوسي وه په شرنګس راباندي تيره شوه  هــرڅـه که مــا رحمـت ريـښـتـين دعـا دخـرد وکـړه  خـپله ژبه مي بلا شـوه په غُــرس را باندي تيره شوه  ",تيرقسمتونه 1620, رحمت الله ريښتين," غزل  هرستوري او سپوږمي کي راته ته ښکاري  هـــر رڼا او تارکـمي کي راته ته ښـــکاري   دي دنيـــا کي حــــسين نشـــته بي لـه تا نه  هـم هغي دنيـا د هـورينه ښــايـسته ښکاري   ټول خــوبان به سـتا ځاي را ته ډک نکړي  ته د بهــار څـــانګه يي ښــايــسته ښـکاري   يــابه زه رحمــت ريـښـتين ليوني شوي يم  يابه هم ډيره ښايسته يي چي ښايسته ښکاري   ",غزل 1621,اجمل اتک يو سفزی," پورتنی سرليک دداسې ګټور،اغيزمن او ارزښتناکه کتاب نوم دی چې يوې روڼې چينې ته ورته بڼه لري٠له نوموړې چينې نه د سرړ،روڼواو تازه اوبو دلپو په راډکولواو څښکلونه يوازې داچې تنده ماتېږي بلکې دانسان فکر ته بلاتشبه دزمزم د اوبو په څېر دروغتيااوصحت سربېره دعلم،پوهې،حکمت،ذکاوت اومنطق ځواک هم وربخښي٠داچې انسان څښتن تعالی تر ټولو لوړاو اشرف پنځولی ژبه،عقل اوپوهه يې ورکړې همدا وصف دی چې انسان له نورو مخلوقاتو رابېلوي ،هرګوره دايوازې ژبه اوتش ناطق توب نه دی ،بلکې دده تر شا پوهه ،فهم،ادراک،تميز،عزم،هوډاويوشمېر نورې په سلګونو ذهني قواوې کارکوي،چې له دغو پرته دانسان ژبه اوناطقه قوت کارنشي کولای٠له يادو شوېو ځانګړتيا ووله مخې اړينه غوښتنه داده چې دانسان دشعوري او اختياري ژوندله پاره دې دښوونې لاره، دښوونې له هغې پيدايشي لارې سره توپير ولري چې دهغې له مخې ميږي ته ګرځېدل، مرغه ته الوتل، کب ته لامبووهل او پخپله انسان ته دسترګو رپول،دلاس خوځول،په غوږو اورېدل او معدې ته دخوړو هضمول ښودل شوي دي٠انسان پخپله دژوند په برخه کې ،لارښود،کتاب، لوست،ښوونځي، پوهنتون،تلقين ،تبليغ،ليکل،انځوراو٠٠٠ لنډه داچې دبحث او استدلال وسايل دښوونې دوسيلې په توګه مني،او يوازې پيدايشي پوهه او شعور بسيا نه ګڼي،بله داچې دانسان په دماغ کې د عقل ،شعور،حافظې،فکر،تخيل،پارونو،ولولواود يو شمېر نورو ډول،ډول غوښتنو ډېرې درنې اوارزښتناکې خزانې پرتې دي٠لنډه دا چې دانسان دپوهې،پرمختګ او سوکاله ژوندپه مخ کې دحکمت ډېرې لارې او کوڅې پرانستې دي په ځانګړي توګه د ښوونې ،روزنې او پالنې لارې چارې !!څنګه چې انسان شېبه پر شېبه پرمختګ کوي،اود نويو غوښتنو او اړتياوو دپوره کولو په خاطر دخپل امتيازي وصف له مخې دحکمت او پوهې نوې لارې پرانيزي٠که د ننني پير دساينس او ټيکنالوژۍ د ګړندي بهير او پرمختګ تر څنګ د ډول،ډول صنعتو،فنونو،هنرونو،طب او ساپوهنې بهير ته هم وګورو نوپوه به شووچې انسان ورځ تر ورځې دژوندپه رمز ځان پوهوي٠له ښه شامته چې ددغه يون يو نوميالی اروا پوه ښاغلی دوکتور حبيب الله ببرکزی ځدراڼ دی ٠قدرمنو ! دا چې دغه ښاغلی د نسب له مخې څوک دی،زه فکر نه کوم چې لوستونکي دې د نوموړي ښاغلي د پلار اونيکه له تاريخ او مېړانې دې څوک ناخبره وي،اوهغه ځکه چې د ارواښاد غازي لمر نښان ببرک خان ځدراڼ بابا دمېړانې ،سپېڅلتيا اوزړورتيا کيسې لا تر اوسه د ولسي وګړيو په ذهن ،خولو او سينو کې دي٠رښتيا وينا ده چې وايي دباز له ځالې باز پاڅېږي،که څو لسيزې مخکې ارواښاد لمر نښان بابا د يو شمېر نورو وياړليو غازيانو ،لکه غازي محمدجان خان وردګ،ارواښاد سپه سالار څرخي، غازي ملا مشکي عا لم،ارواښاده غازي ادې او٠٠٠ سره يوځای، دتورې او مېړانې له برکته نه يوازې په ګران هيوادکې نړيوال ښکېلاک مات او ګونډه کړ، بلکې دنړۍ له مخې يې ټغر ورټول کړ٠له بده مرغه چې د تېرې عسيوي پېړۍ په دا وروستيو څو لسيزو کې زموږ ګران هيواد يو ځل بيا ددښمنانو د شومو غوښتنو په لمبو کې وسوځيد، د تېر په څېر ددغولمبو خوراک نه يوازې يو شمېر بېوزله افغانان بلکې عاملين يې هم خاشاک او خځلې شول !?منلې خبر ده که له يوې خوا دغوجګړو کلي او کورونه راړنګ کړل ،ښوونځي او پوهنځي يې را وسوځول ،له بلې خوا يې خلک د رنګ،رنګ کړاوونو دګاللوله امله په ګڼو طبي او رواني !?اوسمهال که له يوه پلوه ددغو طبي او په ځانګړي توګه درواني (psycho somatisk symptoms) ناروغيو درملنه اړينه ده له بل پلوه د کوچني او ځوان کهول دذهن او فکر پيداګوژيکه(pedagogic psychology )ښوونه او روزنه هم تر هرڅه اړينه او بنسټيزه ستونزه ده٠ پرته له شکه ويلای شوو چې ښاغلی دوکتور ځدراڼ دخپلو مشاهداتو ،تجربواوپوهې له مخې دخپل ولس اوټبر ددغه ډول ستونزو دحل په لار کې ډېرې خولې تويې کړي دي اود ياد وړ کړنې يې ترسره کړي او لا کوي يې ٠د رنګونو نړۍ به نه يوازې دښوونځي او پوهنځي د زده کونکيو د لاښې ښوونې اوروزنې ل وړ وګرځي ،بلګې عام وګړي او په ځانګړي توګه ټول لوستي هېوادوال به ترې په خپل ،خپل ځای اغېز او ګټه پورته کړي٠ د خښي کلتوري ټولنه ددغه درانه او ګټور کتاب په خپراوي دوياړ تر څنګ ټولو درنو لوستونکيو ته د زړه له تله مبارکي وايي٠ او ښاغلي ليکوال ته دعا کوي چې ،پر ژوند او قلم يې برکت شه٠اجمل اتک يو سفزید خښي کلتوري ټولنې مشر ",درنګونو نړۍ! ( یو ارزښتناکه کتاب ) 1622,خادم کوچی," خادم کوچى ١٣٨٤دلړم مياشت   دجنګي کلاپه منځکوړکابل کې دپښتوژبې اوخلکوپه برخوياحقوقوباندې ديوه بل تېري زيرى درکوم،داهغه وزارت دى چې په درباري افغانستان کې يې دپښتو،پښتونپالنې،پښتونخواجوړونې اودپښتنودبرخواوحقوق اخيستنې ډنډوره اوډوول درګاوو،دهغه وزارت نوم درباري پاړسوته واړول شوچې کلونه کلونه ددغه وزارت له لارې پښتانه په يوځانګري چلول اومهارت سره غولول کېدل چې ګواکي موږپښتنوته خپلواکي اويووالى غواړو،دهغه پښتون وزارت نوم اولوحه پاړسوته واړول شوه چې دپښتونستان دورځې شاربتيزې(شعاريزې)،ګلورينې اورنګينې غونډې به يې جوړولې اوورسره داچې دغلا،پټپټوني اوناوړه ګټې اخيستنې له پاره ددغه وزارت په وړاندې کال دولس مياشتې په دغه پلمه اوبانه دېګونه باراوباندې وي چې ګواکي دلته  دقومونواوهغوقبايلونمايدګان راځي چې قباله ياشرعي اوعروفي سنديې له درباري اوخراساني افغانستان اودرباري مشرانوسره په بغل اوکوت کوتړه کې پروت دى،داسې غوړه،نرمه،ګرمه، څربه اوخوږه ويناچې هغوى ته ډوډۍورکول کېږي اومېلمه پالنه يې کږي.دمورشودې يې شه. کله مې چې دلومړي ځل له پاره ددغه وزارت ماته ګوډه،بېرنګه،بېموډه،خيرنه اوبدرنګه وداني وليدله،دناوړه ګټې اخيستنې له پاره مې هلته توردېګونه باندې کړي وليدل چې دوخت له پختن اوپخلنځي سره يې هم چندانې ښه سمون نه درلوده ،دوزات ددندې اولګښت په اړوندپوښتنې راته پيداشوې،دهلوځلواوڅېړنې په ترڅ کې راته څرګنده شوه چې خانيه،خان زويه!!!دوزارت ماتې ګوډې، بېرنګه،بېخونده،بېشوخونده،وړوکې  ودانۍته مه ګوره ددغه لنګربارښندونکي اوښنندوى وزارت پانګه اولګښت چې دوى بودجه ورته وايي له نورو وزارتونوڅخه لوړه اوپورته راته وښودل شوه اوکارونه يې له پولې څخه دباندې اوپه افغانستان کې دننه دقبايلوچارې اوپالنه،دځينې کارونوسرته رسونه وبلل شوه،يوه دخوند خبره دغه هم پکې ګډه وه چې دځينې لېسوپالنه اوچارې هم په دغه دېګان وزارت پورې اړوندې وبلل شوې،همدارنګه دکوچيانوخدمتونه اوورسره راشه درشه ددغه وزارت په روح اوژوندپورې تړلې خبرې وګڼل شوې،همدغه ډول وزارت ځينې پېچلې دندې اوسمبوليکې چارې ترسره کوي چې سرله پايه يا سل په سلوکې ددواړولوريوپښتنوله پاره په سترزيان اړول کېږي.الوبل. په لومړي سرکې ددغه وزارت له دېوان اودفترڅخه خلکوداسې هيله درلودله چې ګواکي ددغه وزارت سروکارله پښتنوسره ده اوداچې ددېوان اودفتر ژبه به يې هم پښتووي اوپه وزارت کې به داسې خلک ګومارل کېږي چې له خپلوخلکوسره به اړيکه ولري اوداچې،دخپلوخلکودبرخوياحقوقوداخيستلواوخوندي ساتلووړتيابه ولري،ولې له بده مرغه چې ددغه پښتونپال دنګلچي وزارت ددېوان اودفترژبه پاړسوشوه اوداچې ددروازې په وړاندې يې دوه ټکي په ګډوله ډول پښتوژبې لوحه هم ونه زغملشوه ښه شوه چې دچنګېزخان،الاکو،مغلو،ګور،ګينخان لښکرودغه لوحه دباندېني اوکورني اېتلافي،دمشارکتي ملي،ډېموکراسي اوهغه قانوني حکومت په وخت کې راوغورځوله چې خلکوته يې دهغوى دبرخودخونديتوب اوملي حکومت دجوړولوژمنه ورکړې وه،څه ډول ملي حکومت اوڅه ډول ډېموکراسي؟؟؟؟؟ دپښتونستان دجوړولواوغوښتلوورځ دغه وزارت کلونه کلونه ژوندۍ،توده اوڅپانده ساتلې ده وخت په وخت سمبوليکې غونډې جوړوي اوله پښتنوڅخه داسې پروړې لاندې کوي چې ګواکي پښتونستان ستاسوله پاره غواړواودستاسوله پاره يې جوړو؟؟؟؟.دجنګي کلاپه منځکوړکوبل کې دکامونواوقبايلودوزارت دڅوټکودپښتوژبې لوحې غورځول اوپرځاى يې پاړسولوحه لګول دخراساني پښتونستان دپراخه کولوماناورکوي لکه په خراساني افغانستان کې چې پښتانه شته خوددغه هيوادپه دېوان اودفترکې پښتوژبه نشته بدبخته پښتون په پښتوژبه خپل غوښتنليک نه شي ليکلى داځکه چې دخراساني افغانستان په اداروکې ستونزې ورته پيداکېږي که نوره هيڅ بانه اوپلمه پيدا نه شوه نودابانه خوشته چې دخراساني افغانستان مشرياکشرچارواکى ورته ووايي چې زه په پښتوژبه نه پوهېږم اوداسې نوره پوچه بېځايه اوسپکه وينا... ددرباري افغانستان هرڅه په پاړسو،له پاړسي پدل اواغېزڅخه لاندې دي،يونيم پښتون چې دښاري ژوندپه رنګ اوخوندپوهه شي اوداچې په خېټه موړشي هغه هم په پاړسوويلوخوله پورې کړي.الوبل. دپښتونستان دجوړولو،غوښتلو،دپښتنودبرخوياحقوقودخوندي ساتلوببولاله،ناره اوشعاردداسې يووزارت له خواکېږي چې په پوچه،کرغېړنه،ناڅرګنده،ناپېژندل شوې دروازه اووره کې يې يوټکى پښتوژبه نه پرېښودل کېږي،دغه پښتون غولونکې،پښتون وژونکې اوبدبخته کوونکې دنګله ديوداسې خراساني،درباري افغانستان له خواکېږي چې په ټول دېوان اودفترکې يوټکى پښتوژبه نه لرې،پښتوژبې ته په دغه درباري افغانستان کې دپښتولوحې دلګولوبرخه اوحق نه ورکول کېږي،دراډيو،ټلويژن،ټېليپون،نومونه اوپورې اړوندې ويناوې،ليکنې،دپروګرامونوچلنداوتګلوري داېراني ادبياتواوليکنوپربنسټ کېښودل کېږي، خراساني کمزوري ادبيات چې کلونه کلونه يې دمذهبي،نژادي،ژبې اودڅېرې دتوپيرونو،درباراوبادشاه ستاينې په اړوندليکنې کړې دي دافغانستان هرڅه ته دخراساني ادبياتودخيالي اورنګينوکيسو رنګ،مايه،بڼه،لماىاوبوى ورکول کېږي. موږددرباري افغانستان،دقبايلودوزارت دپښتونستان يادپښتنودبرخوداراخيستلو،خوندي ساتلو،دپښتوژبې دودې، غوړېدنې،ديوې ټولنې،يوې سياسي ادارې پلويان يوله نېکه مرغه له هره پلوه دغه وګړي سره يوه ټولنه ده،ددوى زړونه سره يودي ددوى ارمانونه اوبرياليتوبونه سره يودي خودخراساني پښتونستان په جوړولوکې دبېلابېلودريځونوخوشاله کول اوخوشاله ساتل دپښتنوله پاره داسې راته ښکاره کېږي لکه په درباري افغانستان اودقبايلودوزارت په دروازه کې چې دپښتوژبې څوټکي اوتوري چې راغورځول کېږي اوپرځاى يې دبلې ژبې لوحه لګول کېږي. دابه سمه اوپرځاى خبره وګڼوچې دقبايلو دېګان وزارت په سرلا رۍ،ناره اوشعاردرباري افغانستان پښتونستان اودپښتنوبرخې غواړي.  ولې زموږددغه خراساني افغانستان دچم ګاونډهيوادونه،ډلې اوخلک پشې اوپشنګوري زموږپه لره اوبره پښتونخواکې دڅه له پاره موږکان نيسي شورويان اوپه هغوى پورې اړوندسياسي ځواک دڅه له پاره موږته پښتونستان غواړي؟؟؟اېران،تاجکستان،ورسره پاړسي اوتورکي نژاده مغلي،دالپګين ستانونه اوهيوادونه زموږله پاره اټک پاټک اوسيندددې له پاره غواړي چې په سيمه باندې يوځل بيامغلي اوچنګېزي لښکرې ورخپرې کړي اوترهندپورې دهغه پاړسيستان لمنه پراخه اوخپره کړي چې پرون يې په دغه سيمه کې ورانې،ويجاړې دلشکرکشيوغوېمې اوخيال رامنځته کړى وو،چې وګړيزه نړۍيې ترنن ورځې پورې سره وېشلې اوتوپيرونه يې رامنځته کړي دي. دافغانستان ترپولودکراچۍاوګوادرترسمندرونوپورې تاوتريخوالى اوپه دغه سيمه کې کړکېچ داېرانيانوله پاره ځکه په زړه پورې ده،کله چې په دغه سيمه کې ارامي،سمکى اوکراري رامنځته شي دغه خلک به په دغه سيمه کې يوګډګودر،سړک اودګډوګټويوګډبازارولري بيابه هيڅکله هم دخراساني افغانستان دهرات له لارې اېراني اوباندېني مالونه افغانستان ته رانه وړل شي. دهنددحکومت اومشرانوخودې بېخي کورودان وي چې هروخت يې زموږدپښتنوله پاره دپښتونستان دجوړولوملاتړاومرسته کړې ده،دپښتونستان دجوړولواودپاکستان دنيمولوهڅه يې ځکه ډېره کړې ده چې له دغه هيوادڅخه دځينې پېښوغچ اوبدل واخلي دغه سوداګري اودنګله يې بده نه ده چې پاکستان کشميرترې غواړي نودهندتوران بايدچې پښتونستان ترې وغواړي خپل سيال ته بايدچې ستونزې پيداکړي. هندوستان دقبايلودوزارت په پښتونستان غوښتونکوغونډو،لنګراودېګ بارولواوداسې نورچاروکې لاس نيوى اومرسته کړې ده خوزموږله خلکواوخاورې څخه يې تل دخپل سيال په وړاندې دناوړه ګټې اخيستنې هڅه کړې ده. همدارنګه يووخت انګرېزانوهم دقبايلودوزارت دپښتونستان دجوړونې ددنګلې مرسته کوله هغوى په وېره کې وواوخيال يې درلوده چې که شورويان په افغانستان نيونه کې بريالي شول بيابه دپاکستان له لارې اودهغوى په مرسته يوه ټوټه افغانستان دپښتونستان په نوم له روسانو څخه رابېلوي.الوبل. همدارنګه هندوستان که له يوې خوازموږله پاره دپښتونستان دجوړولوسړيتوب کوي له بلې خوادهنددسينګهه يالومړي  وزيراوسنۍوينابيابل رنګ،بوى اوخوندلري چې دمشارکت له مشرانوڅخه يې غوښتنه وکړه چې دافغانستان توکمونه بايد چې ونازوئ دهندومشرله پانيزې اولونګينې ويناڅخه دهغه هڅې ښکاره کېږي چې هغوى اوس دتوکمونوله لارې يادهغوى په ملاتړاومرسته زموږله پاره پښتونستان غواړي دغوښاغلوتل هڅه کړې ده چې له شورويانواواېرانيانوسره دافغانستان په مرسته پاکستان وځوروي.الوبل. دافغانستان توکمونه دقبايلودوزارت دغونډو،ناروسورواوپوچوشعارونوله لارې دداسې پښتونستان جوړولوته په زړه کې ګوړې ماتوي چې دافغانستان پښتانه خويې هسې هم ددرباري اودري ادارې تراغېزلاندې راوستلي دي،همدارنګه دخپرونوله لارې يې اداري،ذهني مسخه اوغلامان کړيدي دهمدغه څه له برکته به له اټکه اوکراچۍپورې پاړسيستان جوړکړي چې دخراساني افغانستان په څېربه يې هرڅه پاړسواوپه پاړسو وي. هغه پښتانه په څوبرخووېشلى شوچې دقبايلودوزارت دپښتونستان دجوړونې نيال ته اوبه ورکوي،داسې خيال اوچورتونه وهي دغه ونه به غټه شي اودوى به يې سيوري ته ناسته پاسته کوي،داهغه ښاغلي دي چې په درباري،دري اوخراساني افغانستان باندې نازېږي هغوى روايت پالونکي خلک دي چې په خراساني افغانستان اودهغه په پراختياکې دپښتنوپه ژبه،برخه اوحقوقوباندې چورت نه وهي،يوازې له دغې زړې ببولالې سره خپل غږهمغاړى کوي چې ګواکي موږپښتونستان غواړو!!!بل هغه ښاغلي دي چې دهمدغوناروسوروله لارې يوڅه په لاس ورځي ياڅ ترګوتوکوي،بل هغه ډله ښاغلي دي چې په يوه ناپوهۍاوناخبرۍ سره په دغه ببولاله کې خپل ځانونه ورګډوي ياورګډبولي هغوى هم په زړه کې ګوړې ماتوي چې ددغې ونې سيورى به موږته هرڅه راکړي ګواکي سيوري ته به يې ناست يومېوه دانه به راته راغورځوي په خونداوشوخوندبه يې خورو. همدغه ډول ستونزې دي چې کلونه کلونه زموږخلک دهغه وزارت دپوچ اوتش شعارله امله ځورول کېږي،وژل کېږي اوداچې په دغه سيمه کې کړکېچ رامنځته کېږي چې په خپله بېرنګه،بېخونده،بېپنده،ناڅرګنده اوخراساني پيکه دروازه کې دګډولې پښتوژبې يوه لوحه نه پرېږدي. دټوکو،لشکرکشيو،غټوغټوتشواوپوچوخبرو،ناروسورواوشعارونووخت تېرشوى دى دکارندژوند،کارکولواوټيکنالوژي وخت ده،زموږخلک ژبنۍخپلواکي اوددغې ژبې دودې،غوړېدنې اوخونديتوب له پاره وسايل اوکارغواړي،راډيو،ټلوېژن،رسنۍدزده کړواوتربيې هلوځلواووسايلوته اړتيالري،زموږخلک سړک،ښونځى،روغتون اويودکرارۍانساني ژوندغواړي،دپښتنودغه ډول اړتياوې چې هرچاپوره کړې دنړۍپه دغه پراخه برخه کې له هغوى سره په چم اوګاونډکې اوسېدل غواړي،چې هرچاددوى برخې اوحقوق نه ورکول يايې ورته ستونزې پيداکولې له هغوى سره به داسې دوښمني وکړي لکه له هغه نوروسره يې چې وکړله....... بريالي اوسئ. ",دقبايلووزارت نوم پاړسوته واړول شو 1623,," د مخابراتو وزارت: دمخابراتو وزارت په هڅو دافغانستان په پنځو ولسوالیو کی دتیلیفون، فکس او انترنیت آسانتیا رامینځته شوهنن د1384 لمریز کال دحوت دمیاشتی پر شپږ مه دمخابراتو وزارت په هڅو دافغانستان دپنځو ولسوالیو دتیلیفون، فکس او انترنیت سیستم دافغانستان دمخابراتو له وزیر انجنیر امیرزی"" سنگین"" سره دتیلفونی تماس په ترڅ کی فعال شو.دمخابراتودوزارت دولسوالیو داړیکو دپروژی دتطبیق په لړکی نن د کنړ ولایت دنورگل ولسوالی، دمیدان وردگ دولایت د چک اوسید آباد ولسوالي او دپکتیا ولایت دځاځیو ولسوالی دتیلیفون، فکس او انترنیت له لاری له ټول هیواد او بهرنړی سره ونښلول شوی.دولسوالیو داړیکو پروژه دافغانستان دمخابراتو د وزارت له خوا تر سره کیږی، چی په تطبیق سره به یی دافغانستان ټولی 350 ولسوالی دتیلیفون، فکس او انترنیت له لاری دهیواد له نورو سیمو او بهرنی نړی سره ونښلول شی ، دیادولو وړده چی دراتلونکی لمریز کال 1385 په لومړی يوه نیمه میاشت کی به یادی شوی 350 ولسوالی ټولی د فکس ، فون او انترنیت اسانتیاوی تر لاسه کری.ددغی پروژی په تطبیق سره په هر ولسوالی کی 20 لینه تیلیفونونه فعالیږی چی هم به دولتی اداری ورنه گټه اخلی او هم به عام وگړی کولای شی چی استفاده ورنه وکړی.له دی بر سیره به محدود شمیر کمپیوترونه چی له انترنیت سره وصل دی هری ولسوالی دمخابراتو په دفترکی ایښودل کیږی چه عام وگړی او همدا راز دولتی کارکوونکی وکولای شی دانترنیت آسانتیاوونه گټه واخلی. ",د افغانستان ټولي ولسوالۍ به د انټر نیټ سره ونښلی 1624,حقمل," په شمال کې د افغان حکومت امنيتي چارواکو ويلي چې ١١ تنه افغانان چې په ازبکستان کې له يو کال څخه بندي وو، خوشي او ازبک چارواکو دوى ته سپارلي دي . چارواکي وويل لاهم ډير افغانان شته چې په ازبکستان کې بنديان دي. دغه افغانان په غير قانوني توګه از بکستان ته ننوتي وو. ",١١ تنه افغانان د ازبکستان له جيل څخه خوشي شول. 1625,," ادارى فساد، بډې اخيستل ، د بريښنا اوډاډمن امنيت پوره نشتوالۍ اوپانګه والو او سوداګرو ته د ځمکې نه ورکړه هغه ستونزې دي ، چې نړيوال بانک يې يادونه کړې ده . هم دا او يوشمير نورې ستونزې اوناخوالې شته چي د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې يې ځنډ رامينځ ته کړى دى او پانګه وال نشي کولاى په ډاډه زړه خپله پانګه په افغانستان کې په کار واچوي. نړيوال بانک په يو خپور شوي رپوټ کې ورته ستونزو ته ګوته نيولې او ديوشمير اسانتياوو يادونه يې هم کړې ده چې په دې برخه کې رامينځ شوي دي. ",د سوداګرو ستونزي په افغانستان کې 1626,حقمل," له ازبکستان سره په پوله د افغانستان په شمال د حيرتانو په ښارګوټي کې د يو ماين د چاودنې له امله دوه تنه روسي ديپلوماتان سخت ټپيان شوي دي . په کابل کې د روسيې سفارت د يو فرهنګى چارواکي لاس او پښه د چاودنې له کبله پرې شوي دي. افغان چارواکو د دغې پېښې پخلى کړى دى او د حيرتانو د ښارګوټي يو دولتي چارواکي محمد نجيب وويل ، چاودنه هغه وخت رامينځ ته شوه چې دروسي ديپلوماتانو د سپرلۍ موټر خپل هېوادته د ستنيدو په وخت کې له دغه پخواني ماين سره ولګيد .ويل شوي چې دغه ماين د روسانو له خت څخه پاتې وو ، چې په خپله دوى يې قرباني شول . ", دوه تنه روسي ديپلوماتان په افغانستان کې ټپيان شوي 1627,حقمل," د پکتيکا د کټواز اوسيدونکى معلم ګل مير په لس کلن زيار کابلى تفسيرپښتو ژباړه د نسخ په ښکلي ليک په ٦٣٤ پاڼو ، په ١٣٨٠ کال کې بشپړ او د چاپ لار څاري .ده وويل د ژباړې د ليکلوپر مهال يې هيڅ د ستړيا احساس نه دى کړى او هره ورځ يې لس ساعته دغه کار ته ځانګړي کړي وو .دده پر وينا سترې محکمې او د اطلاعاتو، فرهنګ او ګرځندوى وزير ډاکتر رهين د چاپ په موخه ژمنه کړې ، خوتردم ګړۍ يې په دې اړوند عملي ګام نه دى پورته کړى . ګل مير وايي : (يواځينى هيله مې داده چې دغه پښتونسخه چاپ او ټولو مسلمانانو ته ورسيږي). ",د کابلى تفسير پښتو ژباړه د چاپ له پاره تياره ده . 1628,حقمل," د کابل ښار په ختيځه برخه د پلچرخي په ستر جيل کې بنديانو بغاوت کړى او تر دم ګړى ٥تنه ساتونکي او ٤ تنه بنديان وژل شوي دي. دولتىچارواکو د دغه شمير مرګ او ژوبلې پخلۍ نه دىکړى .بنديانو د جيل يوه ودانۍ هم تر خپلې ولکې لاندې راوستلى ده او د جيل شاوخوا سيمه د دولتي او بهرنيو ځواکونو له خوا کلابند شوې ده . يو امنيتي چارواکې بينوا ته وويل د جيل د ننه حالات کړکيچن دي او دولتى ځواکونه پر وضعه حاکم نه دي . داهم تراوسه پوره نه ده جوته چې د بغاوت لامل څه وو . د مرګ او ژوبلې دقيقه شميره هم نه ده څرګنده . په دغه جيل کې څه ناڅه ١٣٠٠ تنه بنديان دي .د غه ګړ کيچ تيره شپه په دغه جيل کې چې ټينګه امنيتي څارنه يې کيږي ، راپيدا شوى دى.د جيل د ننه د ډزو غږ اوريدل شوي اود يوې ودانۍ برخې ته اور هم اچول شوي دي.د جيل شاو خوا سيمې تر ټينګه څارنه لاندې راغلي تر څو د بنديانو دتيښتې مخه ونيسي . د چټک غبرګون د پوليسو مشر د طالبانو غړي تورن کړي چې په بغاوت کې يې لاس درلود .د جيل دوې ښځينه ساتونکي هم بغاوت کونکو يرغمل نيولي . چارواکي هڅه کوي چې د خبرو له لارې دا ستونزه اواره کړي .بغاوت کونکي دولسمشر له مرستيال او دولسي جرګې له مشر سره پر ليدنه او کتنه ټينګار کوي .ويل کيږي په دغه بغاوت کې تر اوسه٣٠ کسان ټپيان شوي هم دي. خبريالان له جيل نه لري د افغان امنيتي ځواکونو له لوري تم شوي دي او اجازه نه لري چې له بنديانو سره خبرې وکړي او د ننه هر څه په خپلو سترګو وويني. ",د پلچرخې جيل په بغاوت کې ٩ تنه وژل شوي 1629,," د تونس ولسمشر زين العابدين بن علي د يوې لارښونې له مخې د ١٦٠٠ بنديانو د خوشي کيدو بخښنه کړې ده . په دغو کې ٧٠ تنه هغه بنست پاله بنديان هم شته چې د اسلامي نهضت غړي دي. دغه غورځنګ په تونس کې دفعاليت اجازه نه لري. د دولت مخالفان وايي چې د دغه غورځنک له ٥٠٠ ډير کسان د تونس په جيلونو کې بنديان دي .دولت وايي چې دوى په جيلونو کې سياسي بنديان نه لري. ",په تونس کې د١٦٠٠ بنديانو د خوشي کيدولارښوونه 1630,کابل," دملي امنيت د پاليسي جوړولو درى ورځنۍ پراخه سيمنار نن په کابل کې د افغان ولسمشر حامد کرزي په وينا پيل شو . ددغه سيمنار پرانيستونکې ناستې ته د يو شمير سفيرانو په ګډون د ائيتلاف ، ايساف او د افغانستان ددفاع ، کورنيو چارو وزارتونو او دملي امنيت گن شمير چارواکي راغلي وو .ټاکل شوې په دغه سيمنار کې د افغانستان د ملي امنيت راتلونکى ستراتيږي جوړه او په پاى کې ولسمشر ته وړاندې شي. کرزي دخپلې وينا په ترځ کې په ځانګړې امنيتي تګلاره ټينګار وکړ او اړينه يې وبلله، چې د نوروهېوادونو له تجربو څخه په دې برخه کې ګټه واخيستل شي.کرزي وويل افغانستان د امنيت او ٍثبات له پاره يو ځواکمن اطلاعاتى سازمان ته اړتيا لري او د دغه کمزورتيا له امله يې په تيرو کلونو کې افغانستان ډير زيان ليدلى دى.د ه په ولس کې د تيرو دا ډول ادارو د بدنوم يادولو ته هم ګوته ونيوله چې په ناحقه يې خلک زورول .کرزي په ډير ټينګار سره وويل چې د ځمکنۍ بشپړ تيا، خپلواکۍ او د خپلو ملي ګټو او ملي ژوند د ساتلواو په سيمه او نړۍ کې د شتون په موخه افغانستان پرمختللي اقتصاد او ځواکمنو ملى او اطلاعاتي ادارو ته اړتيا لري. ",د امنيتى پاليسى جوړولوسيمنار په کابل کې جوړشو 1631,," پاکستاني چارواکو منلې چې دپيښور ښارد کارخانو د الفيصل بانک د لوټ او غلا په تور يې ٣ تنه نيولي او له دوى څخه يې ٣٥ ميليونه پاکستانۍ پيسې ترلاسه کړي دي. دغه بانک د شنبې په ورځ د ٨ تنو غلو له خوا لوټ او د بانک د چارواکو په وينا ٦٥ ميليون پاکستانى روپۍ ( يو ميليون ډالر) يې غلا او له ځان سره وړ ي دي .نيول شوي کسان پاکستانيان دي. ",د پيښور دالفيصل بانک ٣ تنه غله نيول شوي. 1632,," د نيويارک ټايمز ورځپاڼې نن ليکلې پر داسې مهال کې چې نړيواله ټولنه د ګوانتانامو د جيل د تړلو غوښتنه کوي ، امريکايي ځواکونه د ګوانتاناموجيل په پرتله ډير وېره وونکى پټ جيل په افغانستان کې اداره کوي.دغې ورځپاڼې د کابل په شمال کې د بګرام جيل ته ګوته نيولې او ليکي بنديان په دغه جيل کې په ډيروناوړو او زړه بوږنوونکو شرايطو کې ساتل کيږي . دغه جيل ته ( غلبيل ) شوي بنديان چې ډيره يې افغانان دي راوړل شوي دي.دوى د وکيل د ټاکلو حق نه لري په هرسيمي قفس کې ١٢ تن ساتل کيږي ، دلمر له رڼا او وړانګو څخه بې برخې دي ، هيڅوک حق نه لري له دغه جيل څخه ليدنه وکړي. ويل کيږي د بګرام په جيل کې په ترهګرۍ تورن ٥٠٠ تنه ساتل کيږي ، چې ډيره يې له دوو او دريو کلونو څخه بنديان دي . ",امريکا په افغانستان کې وېره وونکى جيل لري . 1633,ميراحمدشاه پښتون," په سلام خوله نه ماتيږي لغاتونه بيګانه دي  لمانځونه که ثواب دي جوماتونه بيګانه دي   زمادافغان ورونه مسلمان په دنيانشته ارام يي څوګ پريږدي نه داوختونه بيګانه دي   زماداکونډي رنډي تش ژاړاته ندي جوړي داوخت بې لمنځه راغلی دي شوقونه بيګانه دي   پښتون مي نه شرميږي دپښتون به عزت باندي اجنابوعزت ډيردي عزتونه بيګانه دي   که هرڅوورته وکړي پښتنوپښتوخبرې دنن ورځ پښتانوعادات خويونه بيګانه دي   که يوځل داحمدپه قدم يوقدم هم واخلي هرڅه به موخداي سم کړي که امرونه بيګانه دي   دنن ورځې رهبره دخوشحال په چم راووزه په څنګ کي دولاړنن تربورونه بيګانه دي   چين  ديووا ښار ١٢\٨\٢٠٠٥ ",امرونه بيګانه دي 1634,ډاکټر حسن - لندن," د نذر جادو دي وکړ                 د ګفتار په افسون څه کړې                                     ماخو روح درته درکړﺉ                                                     زما دتن په بېلتون څه کړې  ",څلوريزه 1635,ډاکټر حسن - لندن," هر يو توری يې نغمه ده عشق د حسن يو کتاب دی نښتېږلی په کي تاک دی ، له خمار نه ډک درياب دی   زما دژوند په تياره دښته ، دغمو ژلۍ ورېږي ما مشعل د زړه ټومبلی په پانوس کي د حباب دی   هر ماښام يې بلومه ، ستا په لاره د راتګ کي په ډېوو کي د لېمو مي د سرو اوښکو مست سېلاب دی   ما لېدلي دي ګلپاڼي ، د خزان تر پښو لاندي په ګردون د زمانې کي ابديت خيال او خواب دی   زما زړه هم لکه غر دی ، بل ځواب يې پر خوله نسته زما دچيغو او کوکارو ازانګه دده ځواب دی   د اسمان په شنه لمن کي ستوري ستوري اوښکي څاڅي د ( حسن ) په شوګير باندي ، په ژړا غمګين مهتاب دی ۲۶- فبروري ۲۰۰۶ لندن ",د پانوس حباب 1636,," په قندهار کې د ملي پخلاينې د يوې ناستې پر مهال د دولت ٦٠ تنه مخالف جنګيالي د ملى پخلاينې له بهير سره يو ځاى شول او څرګنده يې ګړه چې نور به د دولت په وړاندې له وسله وال مخالفت څخه ډډه وکړي. د قندهار د پخلاينې د څانګې مشر وايي ، دا هغه کسان دي چې له دې وړاندې دولت او بهرنيو ځواکونو زورول او دوى نشو کولاى چې په ډاډ سره خپل کلي او کور کې ژوند وکړي . يو ځاى شوي کسان په طالبانو پورې تړاو لري چې پخوا يې له دوى سره کار کړى وو. ",٦٠ تنه مخالف جنګيالي له دولت سره يو ځاى شول. 1637,حقمل," افغان ولسمشر حامد کرزي له هغه وروسته چې د کابل په سرينا هوټل کې يې د ملي امنيت د پاليسي جوړولو سيمنار ته ويناواوروله ، دولسمشرى تر ماڼۍ يې په پښو لاړ او دسړک پر غاړه دکابل ښاريانو په ليکو کې ورګډ شو او له ځوانانو ، ماشومانو او سپين ږيرو سره يې روغبړ او لنډې خبرې وکړي.د ولسمشر داډول حرکت د ډيره افغانانو د خوښۍ او خوشالۍ سبب ګرزيدلى اود کابل ښاريانو له خوايې د واټ پر څنډو تود هرکلۍ وشو او د رئيس صاحيب په نارو بدرګه شو. ",کرزي د څو شيبو له پاره د خلکو ليکو ته لاړ . 1638,حقمل," د خوست د نادرشاه کوټ او اسمعيل خيلو په سيمو کې دوه ملکي وګړى او يو دولتي پوليس په ډزو ټپيان شوي او ديو ښوونځي يوه برخه ويجاړه شوې ده . د پکتيا د پټان په ولسوالۍ کې يو دولتي پوليس او يو تن ځايي ساتونکى ژوبل شوي دي. په فراه کې چاودنه شوې او يو پوليس په کې ټپي شوي دي. د بلخ ولايت د چاربولک په ولسوالۍ کې د ځايي خلکو او د پوليسو تر مينځ نښته شوې چې يوتن ځايي اوسيدونکى په کې ټپي شوى دى .په کابل کې پوليسو ويلي چې هغه غله يې نيولي چې څو ورځې وړاندې يې د حبيب بانک له کسانو څخه ٣٢٠ زره ډالر غلا کړي وو.او د غزنى ولايت دواغز ولسوالۍ امنيه قو ماندان عبد المالک د ماين له چاودنې روغ رمټ وتلى دى.دا يوازې هغه لنډې نيمګړې پېښې دي چې زموږ تر غوږو رارسيدلې دي. ",خوست،پکتيا، فراه، غزنى،کابل او بلخ کې څه تير شول 1639,حقمل," د بغداد په جنوب د الدوره په گن ميشته سيمه کې د توعنديو ديو بريد له امله ١٦ تنه مړه او تر ٤٠ ډير ټپيان شوي دي. پوليسو ويلي د شيعيه ګانو په دغه ګڼ ميشته سيمه کې ٨ توغندي راپريوتي دي. دهغه تاتريخوالي له کبله چې د سنيانو او شيعيه ګانوترمينځ دوام لري تراو سه ١٦٥ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى .د شيعيه ګانو يو مذهبى مشر له شيعيه ګانو غوښتي چې د تاوتريخوالي د پاى ته رسيدو او دکورنۍ جګړى د مخنيوي په موخه دى د سنيانو په جوماتونو کې لمنځونه ادا کړي. ",په بغداد کې ١٦ تنه مړه او تر ٤٠ ډير نور ټپيان شول 1640,حقمل," په پارلمانى چارو کې ددولت وزير ډاکتر فاروق وردګ وايي :( دولت تيار دى چې د ولسي جرګې د کورنۍ کړنلارې په بشپړيدو سره د کابينى غړي د باور رايو د ترلاسه کولو په موخه ملي شوراته وروپيږني .د کاري کړنلارې په بشپړيدو سره دولت سترګې په لار دى ، چې داډول نسخه د ولسي جرګې څخه تر لاسه کړي تا دهغه مطابق د کابينې غړي د باور د رايو د ترلاسه کولو په خاطر وړاندې شي ).د يادولو وړ ده چې ولسي جرګه لا هم نه ده توانيدلي چې يوه ځانګړى لار په دې هکله غوره کړي. ",دولت تيار دى چې کابينه ملى شورا ته وړاندې کړي . 1641,حقمل," دعربستان د رياض په ختيځ د ( غرناطه ) په سيمه کې د پوليسو او شکمنو کسانو ترمينځ نن د ډزو او چاودنو غږونه اوريدل شوي او يوې امنيتي سرچينې ويلي ، چې امنيتي چارواکو په دغه سيمه کې يوه ډله ترهګران کلابند کړي دي. درى ورځې وړاندې ترهګرانو د ( ابقيق) د نفتو په زيرمو بريد کړى وو . د القاعدې شبکې د بريد پړه منلې وه . په يو وروستي رپوټ کې ويل شوي چې د عربستان امنيتي چارواکو پنځه تنه ترهګران وژلي دي. ",درياض په ختيځ کې د پوليسو او شکمنو ترمينځ ډزې 1642,حقمل," د کابل د پلچرخي جيل د کړکيچ د اواري په موخه نن بيا د افغان دولتي چارواکو هڅې پيل شوي او لا هم د جيل يوه برخه د بنديانو په واک کې ده . د جيل شاوخوا سيمه د امنيتي چارواکو له لوري په درندواو سپکو وسلو ټينګه څارل کيږي تر څو د بنديانو د تيښتې مخه و نيسي .دولتي چارواکي وايي پاڅون هغه مهال پيل شو چې بنديانو د دولت د يو ځانګړي يونيفورم له اغوستو څخه ډډه وکړه. بنديانو د جيل له ساتونکو څخه يو شمير وسلې هم اخيستي دي.د دغه کړکيچ روڼ انځور لانشته او دعدليې وزارت مرستيال د خبرو په موخه اوس مهال د جيل په انګړ کې دى. بنديان د ولس مشر مرستيال ، د ولسي او مشرانو جرګو له مشرانو او د بشري حقونو له غړو سره خبرې کول غواړي.د مړو او ژوبلو شميره هم لا نه ده څرګنده ، ځکه چې د جيل دننه بنديان پر حالاتو حاکم دي.هرڅه د تير په څير دي او په حالاتو کې د پام وړ بدلون نه دى راغلى . ",د پلچرخي جيل دکړکيچ د اوارى هڅې بيا پيل شوې. 1643,," تيره شپه د تورخم په پوله افغان او پاکستانى چارواکو په خپلو کې يو بل ته ١٠تنه بنديان سپارلي . افغانى لوري ٣ تنه پاکستانيان او پاکستاني لوري ٧ تنه بنديان افغان لوري ته سپارلي دي. ",يو بل ته د افغان او پاکستانى بنديانو سپارل . 1644,غلام جيلاني ځواك," غلام جيلاني ځواك د پاكستان يو استخباراتي مقام د ايسوشيتيد پريس خبري اژانس ته ويلي دي د ترهګرو په هكله هغه لست او راپور چي دافغانستان لخوا پاكستان ته د ښاغلي كرزي د سفر په ترڅ كي وركړل شوي، په هغه كي څه نوي مالومات نشته اوكره ندي. دا په داسي حال كي ده چي افغان چارواكي دا مالومات كره او باوري ګڼي افغانستان چي هركله په پاكستان كي د ترهګرو د روزني د كمپونو اوهلته د ترهګرو دشتون او فعاليت خبره كړي، پاكستان هغه په سپين سترګي رد كړي او غوښتنه يي كړي چي كه په دي هكله كوم شواهد اواسناد چاسره وي نو موږ ته دي وسپاري، څه موده دمخه په افغانستان كي د پاكستان سفير هم د طلوع تلويزيون سره په خپله مركه كي د اخبره تكراركړه او په دي هكله يي د اسنادو غوښتنه يي وكړه. د افغانستان ولسمشر ښاغلي حامدكرزي پاكستان ته د خپل دري ورځني سفر په ترڅ كي همداسي يولست پاكستان ته وسپاره، افغانستان د يوي بلي هڅي په توګه يو ځل بيا پاكستان ته د وروي لاس ور اوږد كړ، او دا خبره يي وكړه چي په افغانستان كي سوله او سوكالي پخپله د پاكستان په ګټه هم ده. هيله كيده پاكستان دا ځل له هوښياري كارواخلي اود افغانستان په هكله خپله زړه دوه مخي پاليسي بدله كړي. پاكستان كه په افغانستان كي د ترهګرو ملاتړ ته ادامه وركړي نو دا خوسمه ده چي افغانستان به د يوشمير ستونزو سره مخ كړي خو څرنګه چي ترهګري يواځي د افغانستان ستونزه نده، بلكي ترهګري او بنسټ پالني ټوله نړي له ګواښ سره مخ كړي نو د پاكستان دا پاليسي كيداي شي بالاخره پاكستان د نړي له نقشي محوه كړي او په همدي خاطر دا د پاكستان په ګټه هم ده چي ترهګري او بنسټ پالنه له منځه لاړه شي، خو ښكاري داسي چي د پاكستان پنجابي واكمنان نه غواړي له هوښياري كار واخلي. ښاغلي كرزي لا دپاكستان په سفر وو چي مشرف او شوكت عزيز په خپلو ناسمو څرګندونو او بيا دپاكستان دكورنيو چارو وزير آفتاب احمدخان شيرپاو د بلوچستان په پيښوكي د افغانستان په تورن كولو وښوده چي پاكستان نه غواړي افغانستان سره خپلي كړي ژمني پرځاي كړي او پرافغانستان په ناسمو تورونوهڅه كوي دترهګري پرضد جګړه كي ځان له د تيښتي لار پيداكړي. د ترهګرو د لست په هكله هم همداسي وشوه، په پيل كي خو ځيني پاكستاني چارواكو دي خبري نه انكار كاوه چي ګواكي داسي كوم لست پاكستان ته سپارل شوي، خو بيا چي دايي ومنله چي لست پاكستان ته سپارل شوي نو اوس د پاكستان استخبارات وايي لست او راپور كي كومه نوي خبره نشته. پاكستان په دي توګه غواړي د هغو كسانو له نيوني او د ترهګرو د هغه روزنيز كمپونو له تړني نه ځان وژغوري كوم چي په دي لست كي يي په هكله مالومات وركړل شوي، له همدي امله پاكستان اړ دي چي ووايي دا لست كوم نوي مالومات نه وړاندي كوي، كه د پاكستان استخبارات ومني چي په دي لست كي نوي مالومات شته نو بيا خو دهغه مكلفيت پربنسټ چي دترهګري پرضد په جګړه كي د نړيوال ائتلاف سره يي لري پاكستان دي ته اړ كيږي چي په لست كي ياد شوي كسان ونيسي او يادشوي كمپونه وتړي، اودا هغه كار دي چي پاكستان يي په هيڅ توګه كولو ته نه چمتو كيږي. دمشرف او شوكت څرګندوني، د شيرپاو تورونه او اوس د لست بي ګټي ګڼل ټول دپاكستان د هغو هڅو كړي دي چي غواړي د افغانستان دكمزوري كولو او په افغانستان كي دترهګري او بنسټ پالني نه دملاتړ پاليسي ته ادامه وركړي. البته د پاكستاني استخباراتو دا خبره رښتيا ده چي په دي لست كي د پاكستان استخباراتو ته كوم نوي مالومات ندي وړاندي شوي، دا سمه خبره ده پاكستان په دي توګه اعتراف كوي چي لادمخه په دي هكله پوره او كره مالومات لري چي ترهګر چيرته اوسيږي، چيرته روزل كيږي او له كومو لارو افغانستان ته ننوځي، په حقيقت كي خودا ټولي اسانتياوي د پاكستان د استخباراتو لخوا ترهګرو اوبيا په تيره طالبانو ته برابريږي. دا خو پخپله آيي ايس آيي ده چي په خپل پوځي كمپونو او نورو ځايو كي ترهګري روزي په وسلو سمبالوي يي او ورانكاري لپاره يي افغانستان ته راليږي، څه موده دمخه مولانا فضل الرحمن چي د آيي ايس آيي د طالبانو د پروژي يو عمده پلي كونكي دي، وويل چي د مانسهري په پوځي كمپونو كي ترهګر روزل كيږي او بيا د پوځ په مرسته افغانستان ته ليږل كيږي. د ترهګرو او بنسټ پالانو په هكله پاكستان ته استخباراتي مالومات وركول يو بي ځايه او بي ګټي كار دي دا مالومات خو هغوي بي لدي هم لري، د ترهګري په هكله د پاكستان لخوا د اسنادو اوشواهدو غوښتل او بيا دا شواهد او اسناد كره او باوري نه ګڼل يوا ځي د ترهګري پرضد له جګړي نه د تيښتي لار ده، پاكستان په دي هكله هيڅكله هم له صداقت نه كار ندي اخستي او نه به يي هيڅكله واخلي. افغانستان بايد د پاكستان په وړاندي په خپلي ستراتيږي او سياستونو يوه جدي بيا ليدنه وكړي، پاكستان ته د دوستي او ورور ولي لاسو اوږدول نور ګته نلري، پاكستان بايد دي ته اړ شي چي له ترهګري نه لاس واخلي، ټولي هغه لاري چاري بايد ولټول شي چي پاكستان دي ته اړ كړاي شي ترڅو د ترهګرو ملاتړ خوشي كړي. بايد نړي په دي پوه شي چي پاكستان د ترهګري اوبنسټ پالني ترټولو حاصل خيزه كرونده ده، پاكستان د مذهبي كركي او نفرت بر بنسټ جوړ شوي، مذهبي كركه او نفرت چي د بنسټ پالني عمده محرك دي دپاكستان دوجود دليل دي، كه مذهبي كركه اونفرت له منځه لاړه شي نود پاكستان وجود هم ورسره له منځه ځي، نړي بايد پوره ډاډ ولري چي په پاكستان كي كه يو سيكولر سياسي قوت هم واك ته ورسيږي هغه به بيا هم اړ وي چي د مذهبي بنسټ پالني نه د يوي سياسي وسيلي او وسلي په توګه كار واخلي، پاكستان يواځي بايد په زور دي ته اړ كړاي شي چي له ترهګري او بنسټ پالني نه لاس واخلي، پخپله خوښه پاكستان د اكار هيڅكله نه كوي، نړي بايد مخكي لدي چي ديوي بلي ستري غميزي سره مخ شي پدي هكله فكر وكړي. ", د لست لانجه؛ پاكستان رښتيا وايي؟ 1645,حقمل," د ايران د خبرى رسنۍ د خبر له مخې نن له غرمې مخکې د ايران د خوزستان ايالت د ابادان او دز فول په ښارونو کې دوې بمي چاودنې شوې چې له امله يې څلور تنه ټپيان او دودانيو يو شمير هندارې ماتى شوي دي. ",د ايران په خوزستان کې چاودنۍ شوې 1646,," د افغان دولت د چارواکو او دپلچرخي جيل د پاڅون کوونکو بنديانو ترمينځ د جوړ جاړي خبرې پر داسې مهال روانې دي چې د جيل سيمې ته نوي ځواکونه په ډيريدو او رسيدو دي . د جيل دننه د وژل شويو او ژوبلو کسانو په اړوند هيڅ ډل اقدام نه دى شوي ،او ټاکل شوې د مشرانو جرګې او دملي پخلاينې مشر صبغت الله مجددي د خبرو په موخه جيل ته راورسيږي .دولتي چارواکي وايې چې بنديانو له پاڅون څخه لاس په سر شوي او دهغوى د غوښتنو له پاره اړين ترتيبات نيول شوي دي .بيا هم هر څه روښانه نه دي، وليدل شي چې د ورځې ترپايه دلته څه کيږي . ",د پلچرخى د پاڅون په اړه دجوړجاړي خبرې روانې دي 1647,," حضرت بهار – خوست ۲۷ فبروري دخوست په ولايت کي د ژورناليستانو د پاره د ژورناليزم د نړيوال مرکز  له خواروزنيز ورکشاپ پرانستل شو . ",په خوست کي د خبريالانو روزنيزورکشاپ پرانستل شو 1648,," په دويمه قضايي ناسته کې د محکمې مشر مولوي انصارالله مولوي زاده د افغان تلويزيون مشر د غير اخلاقي پروګرام د خپرولو په جرم په ٧٠ زره نغدو پيسو محکوم کړ .دتلويزيون مشر احمدشاه افغانزي د خپلې دفاعيې په وړاندې کولو سره دا ډول تورونه بې بنسټه وبلل او د بلې محکمې دجوړيدو غوښتنه يې وکړه .د افغان تلويزين او د رسنيو د سرغړونو دڅيړنو دکميسيون دا ډول کړکيچ او شخړه ټول افغان خبري رسنې يو څه ټپي کړي او دبيان دازادى پر وړاندې يې يو لړ ګواښونه را ولاړ کړي دي. په دغه شخړه کې دوه ګونۍ چلند کيږي ، يوې ډلې ژورناليستانو د اطلاعاتو ، فرهنګ او ګرځندى د وزير او بلې ډلې د افغان تلويزيون د پلوي لاره خپله کړې ده . ",افغان تلويزيون ٧٠ زره افغانۍ جريمه محکوم شو 1649,حقمل," که څه هم دروغتيا وزارت په افغانستان کې د چرګانو د والګى د بيلګو پخلۍ نه کوي ، مګر د بلخ ولايت په دښتو کې ځينو کليوالو او چوپانانو يوشمير مړه شوى الوتونکي مرغان ليدلي دي .دوو تنو چوپانانو افغان خپلواکې راديو ته ويلي چې د ( ارزنه ) په دښته کې يې ډيروحشي مرغان ليدلي چې مړه شوي دي. همداشان د بلخ په دښتو کې کوترې ،مرغابۍ او باښه ګان ترسترګو شوي چې د نامالومو لاملونو له مخې مړه شوي دي. په بلخ کې د نړيوال روغتيايي سازمان ددفتر يو چارواکي داکتر ( قوس الدين انوري ) ويلې يو شمير مړه شوي مرغان يې کابل ته د ازمايښت په موخه ليږلي چې له پايلو څخه يې خبر نه لرم .له بل لوري د پاکستان يو چارواکي اسمعيل قريشي په سرحدي ايالت کې د انفلونزاد بيلګو خبره کړې او وايي د پوره ډاډ په موخه يې يو شمير مړه شوي مرغان لندن ته ليږلي. ",يو شمير مړه شوي الوتونکي مرغان تر سترګو شوي . 1650,حقمل," د کابل ښار د خوشال مينې په لومړۍ برخه کې تيره شپه د يو ځوان وژل شوي مړى ، چې سپين کميس او پتلون يې په ځان کې وو کورونو ته نيږدې د خښتود کوټ ترڅنګ پيدا شو . افغان امنيتي چارواکو بينوا ته وويل تر پلټنو دمخه د دغه پېښې په اړوند د ويلو څه نه لري. دا هم څرګنده نه شوه چې وژل شوى کس افغان دى که بهرنۍ ؟ تر ډيره بريده شک کيږي چې وژل شوى کس به د هغودوو تنو نيپاليانو له جملې څخه وې چې څو ورځې ړاندې دکابل ښار د انصاري واټ څخه تښتول شوي وو. راټول شويو کسانو دانه منله چې دا دې د يوافغان مړى وي . ",د يو تن وژل شوي مړۍ په خوشال مينه کې پيدا شو 1651,حقمل," اروپايي کميسيون د دوشنبې په ورځ وويل د فلسطين د بنسټيزو اړتياوو د لرې کولو په موخه ١٢٠ ميليون يورو د فلسطين حکومت په واک کې ورکوي .ددغو مرستو ډيره برخه به د بريښنا ،پوهنې ،روغتيا او دولتي کارکونکو د تنخوا ګانو په ورکړه کې ولګول شي .د اسرائيلو يو وياند دغه اقدام ناسنجول شوى وباله . ",فلسطينيانوداروپايي ټولنې دمرستې هرکلۍ وکړ 1652,حقمل," د لويې جرګې په کيږدۍکې د ٣٤ ولايتونو د ولايتي شوراګانو د غړو پراخه ناسته پر داسې مهال کې پيل شوه ، چې يوشمير غړي سر ټکوي چې ډير کاري ستونزې لري او دولتي چارواکي ورسره مرسته نه کوي او هرڅه په خپل سر روان دي. دغه ناسته د ستونزو د اوري او دکاري کړنلارې سره د بلدتيا په موخه جوړه شوې ده . ",د ولايتي شوراګانو پراخه ناسته په کابل کې پيل شوه 1653,حقمل," د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانوپه ټينګه له صربستان څخه وغوښتل چې پرته له ځند د بوسنيا د صربستانو پخوانى فوځي مشر په لا هه کې د جرمونو نړيوالې محکمې ته وسپاري . دوى خبردارۍ ورکړ که چيرې نوموړۍ د مارچ د مياشتې تر پايه ونه سپاري په اروپايي ټولنه کې به د صربستان د غړيتوب خبرې وځندوي. جنرال راتکو ملاديچ په جنګى جنايتونو تورن دى اولس کاله کيږي چې د نيولو هڅې يې روانې دي. ",صربستان ته د اروپايي ټولنې خبردارۍ 1654,حقمل," غربي سرچينونن د پاکستان د ولسمشر جنرال پرويز مشرف له خولې رپوټ ورکړى چې پاکستان به د طالبانو داوښتو اومخنيوي په موخه د دواړو هېوادونوپه ګډه پوله کې ماينونه ځاى پر ځاى کړي او په پوله به اغزن سيم ودروي. دى وايي ده دا خبره لا دې وړاندې دافغانستان او امريکا ولسمشرانو ته کړې .مشرف ويلي : موږ د ترهګرانو سره په جګړه کې ټولې هڅې په کار اچولې، او دا شک کول ناسم دي چې پاکستان په ټينګه سره د فراري طالبانو او القاعدۀ په لټه کې نه دى .افغان ولسمشر حامد کرزي په پاکستان کې د خپل سفر پر مهال په پوله کې د اغزن سيم له لګولو سره مخالفت وکړ او زياته يې کړه چې دا ډول اقدامات ولسونه جداکوي.مشرف په ډير ډاډ سره ويلي چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر په افغانستان کې دى . ",پاکستان په ګډه پوله دماينونواواغزن سيم لګول غواړي 1655,حقمل," نن دهند په مرکز د (داګودارا) په سيمه کې چاودنه شوې چې په کې ٥٠ تنه د هند ملاتړي فوځيان وژل شوي دي. پوليسوددغې چاودنې پړه په مائويستو بلواګرو اچولې. چاودنه هند ته د امريکا د ولسمشر جورج بوش د سفر پر مهال چې سبا به پيل شي رامينځ ته شوې ده . پوليسو ويلي چې ماين دموټر د لاندې ځاى پر ځاى شوي وو. ",دهند په چاودنه کې ٥٠ تنه وژل شوي . 1656,," نن د بغداد په ختيځ او مرکز کې درې چاودنې شوې چې له امله يې ١٠ تنه مړه او ٢٩تنه نور ټپيان شوي دي. له بل لوري ټاکل شوى چې نن ددغه هېواود د پخواني ديکتاتور صدام حسين محاکمه بيا پيل شي . ",د بغداد په چاودنو کې ١٠ تنه وژل شوي دي. 1657,," افغان ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې د ناتود قوماندان ( جيمزجونز) سره په کتنه کې څرګنده کړه چې دافغانستان خلک د پشپړ امنيت د ټينګيدو غوښتونکي دي او د ښه امنيت په موخه بايد د ترهګرۍ سرچينې او جرړې پيدا شي چې ترهګران اود امنيت ګډود کوونکي له کوم ځايه او څنګه افغانستان ته ننوزي .وروسته جيمز ټينګار وکړ ، ترڅو چې بشپړ ثبات په افغانستان کې نه وي راغلۍ ،موږ به په دغه هېواد کې پاتې شو. ",کرزي : ولس بشپړ امنيت غواړي . 1658,حقمل," د څرخي پله په جيل کې دبنديانو د دوه ورځني پاڅون ورسته نن د افغانستان د عدليې وزارت مرستيال محمد قاسم هاشم وويل د جيل د وضعيت د ښه والي په موخه ،دولت د بنديانو غوښتنې منلې دي. پرون د مشرانو جرګى او د ملي پخلاينې کميسيون مشر صبغت الله مجددي د بنديانو له استازو سره وکتل او څرګنده يې کړه چې د بنديانو ځينې غوښتنې د منلو ا و يو شمير د نه منلو وې .ده وويل چې يو شمير مړي يې ليدلي او بنديانو منلې چې ټپيان به د درملنې له پاره دوى ته سپاري . ددغه پاڅون د مرګ او ژوبلې په هکله لا تراوسه دقيق مالومات نشته او دولتي چارواکي په دې هکله له ويلو ډډه کوي.په دغه پاڅون کې درنده مرګ او ژوبله رامينځ ته شوې ده . ",دولت د پاڅون کوونکو بنديانو غوښتنې منلې . 1659,حقمل," د افغان اريانا هوايي شرکت يوې سرچينې بينوا ته وويل :په ډهلي کې ددغه شرکت د څانګې مشر تورن جنرال واحدي د شرکت له ډيرو پيسو سره په نامالوم لوري تښتيدلى دى او د افغان اريانا شرکت نغده شتمني يې له ځان سره وړې ده .واحدي د مارشال فهيم له نيږد خپلوانو څخه دى چې د حامد کرزى حکومت له لومړيو څخه تر اوسه په ډهلى کې د افغان اريانا شرکت د څانګې مشروو. د ده کورنۍ هم په هند کې وه . ",دمارشال فهيم يو نيږدې خپل له پيسوسره تښتيدلۍ 1660,," دولسي جرګې غړي پس له اونيو خبرو او بحث وروسته په دې سلا شول چې د کابينې غړو ته دې په انفرادي توګه د باور رايه ورکړل شي .که څه هم يو شمير وکيلان له دا ډول کړنلارې څخه راضي نه دي او وايي چې ممکن د کابينې يو شمير غړي د شخصي ،ګروپي او ژبنيو غوښتنو قرباني شي . د جرګې مشر ويلي ،هيله من دى تر راتلونکې يوې اونۍ پورې کابينه ور وپيږندل شي .له بل لوري دولت تيارۍ نيسي تر څو کابينه ولسي جرګې ته ور وپيږني . ",کابينې ته دې په انفرادي توګه د باور رايه ورکړل شي 1661,," هغه نيپاليان چې ١٦ ورځې وړاندې د کابل ښار د انصاري واټ څخه ناپيږانده کسانو تښتولي وو، تيره شپه يې يو ژوندى او بل مړ د کابل ښار د خوشال مينې په سيمه کې پيدا شوي دي.پوليسو ويلي چې د يو نيپالي مړى به له عدلى څيړنې وروسته په اسلام اباد کې د نيپال سفارت ته وسپارل شي .پوليسو وويل يو تن يې د ناروغتيا له امله مړ شوى دى .پوليسو څرګنده کړه چې دغه معامله پرته له غوښتنو پاى ته رسيدلې ده . پوليس وايي چې د پوليسو د هڅو له مخې دغه دوه تنه بهرني وګړي خوشي شوي دي. ",له ٢ نيپاليانو يو ژوندى او بل مړ پيداشوي دي. 1662,," میرویس جلالزی: په افغانستان کښي د بیې پولو طبیبانو د موسسې د کارکونکو د وژني په تور 9 تنه ونیول شول  دا کسان ویل شوي چه د بادغیس په ولایت کښي پولیسو نیولي او اوس یې د نوموړي ولایت د والي عنایت الله په وینا کابل ته ر ا لیږلي دي . عنایت وویل چه دا کسان په 2004 کال د جون په میاشت کښي د 3 اروپایی او دوه افغان کارکونکو د وژنی په تور نیول شوي دي . له دې وژني سره سم د بې پولو طبیبانو ټولني له ا فغانستان نه خپل ټول کارکونکي بهر کړل هغوی له دولت نه غوښتي وو چه د دوئ د دې کارکونکو قاتلین دي وپیژني او سزا دي ورکړي چه دولت په دیز کار کښي پاتي راغلی . ",دبې سرحده ډاکټرانو دوژني په تور ۹ تنه نیول شوي دی 1663,," میرویس جلالزی : د افغانستان د پولو د امنیت د ټینگښت پر سر د قطر په پلازمینه دوهه کښي خبري پیل شوې  پدی خبرو اترو کي د افغانستان د 7 گاونډیو هیوادو په گډون د ملگرو ملتو سازمان او د  شپږویشتو نورو هیوادو استازي او لوړ پوړي چارواکي هم گډون لري . د دې غونډي کوربه توب د جرمني په غاړه دی . جرمني د افغانستان د پولیسو په روزنه کښي ستره ونډه لري . په غونډه کښيد جرمني د پلاوي ویاندي  (میرمن انگرد فن ستومي) وویل چه غونډه وال پدې صلا شول چه د افغانستان  د پولو د ساتني لپاره یوه کاري تگ لاره جوړه کړي . افغان دولت په و ار وار خپل ځیني گاونډیان په ورستیو ناکراریو کښي گرم بللي دي ",د افغانستان د پولو د امنیت غونډه په قطر کي پیل شوه 1664,," میرویس جلالزی :  ویل شوي په هغه 4 ورځني پاڅون کښي چه د رواني اونۍ نه پیل شو بندیانو غوښتل چه د دولت هغه پریکړه ونه مني چه دوئ دي  ځانگړي جامې واغوندي . په دې اخ و ډب کښي 4 تنه بندیان مړه او 38 تنه نور ژوبل شوي وو  ویل کیږي څه باندي 2000 تنو بندیانو چه پکښي ښځي او د هغوئ ماشومان هم شامل وو د دریو ورځو لپاره خواړه نه وو خوولي ",د څرخي پله د بند د مړو او ټپیانو شمیره اوس رښتیا شوه 1665,," میرویس جلالزی : د امریکا د ولسمشر بوش د رارسیدو نه مخکي په افغانستان کښي کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي  که څه هم د سپیني ماڼۍ چارواکو د نومووي د سفر دقیقه نیټه نده ښولې خو ویل شوي چه ولسمشر جورج ډبلیو بوش به د رواني میلادي میاشتی په ورستۍ ورځ پاکستان او هندوستان او له هغه نه به وروسته افغانستان ته سفر وکړي . بوش ویلي چه که څه هم طالبان په افغانستان کښي نسکور شوي خو بیا یې هم د بریدو ویره محسوسه ده . دا د طالبان د واکمنۍ نه وروسته د امریکې دولسمشر لمړی سفر دی چه افغانستان ته صورت مومي ",دامریکا دولسمشر راتګ ته کلک امنیتي تدابیرنیول شوي 1666,," میرویس جلالزی : د پاکستان د زراعت وزارت ویاند محمد افضل وویل چه تیره ورځ یې د دې هیواد په شمال لویدیځ کښي د اچ 5 ان یو ویروس په دوو مړو مرغانو کښي لیدلی او دا مړې مرغۍ یې بریتانیا ته د تحقیقاتو لپاره لیږلي دي . پاکستان له ا فغانستان سره اوږده پوله لري چه په وارو وارو ترینه د مرغانو غوښي افغانستان ته را لیږدول کیږي . خو د افغانستان د عامي روغتیا وزارت چارواکي وایي چه تر اوسه یې داسي مرغان ندي لیدلی چه په انفلونزا به ککړ وي .. ",د مرغانو والگي اوس پاکستان ته را ورسید 1667,," میرویس جلالزی : د افغانستان د عامي روغتیا وزارت مشاور عبدالله فهیم تیره ورځ وویل چه دا شمیره له تیري یوي میاشتي راهیسي له دوپنځوس نه 54 ته ورسیده او کیدای شي چه دا شمیره به نوره هم وچته شي .چارواکي وایي په اچ ای وي ویروس د ککړو کسانو شمیره وروسته له هغه وچته شوه چه افغان کډوال له گاونډي ایران او پاکستان نه هیواد ته را مات شول .دا ناروغی ډیره وژونکې ده او وروستی نښي یې د کابل د ویني په مرکزي بانک کښي لیدل شوي دي .اچ ای وي ویروس د لمړي ځل لپاره په امریکې کښي د هم جنس بازو کسانو په منځ کښي ولیدل شو چه وروسته بیا په ډیر چټکي افریقې او اوس بیا خوار افغانستان ته هم رارسیدلې ده . ",په افغانستان کښي په ایډزویروس ۵۴ کسان ککړ دي 1668,,"   تیره ورځ ددولت ٩٩ مخالفین چې پخوا یې طالبانو او حزب اسلامي سره تړاو درلود دسولې دپیاوړتیا دکمیسیون په زیار له دولت سره یوځای شو. دوی دکندهار، پکتیا،لوگر، هرات او خوست ولایتونو ول چې له دولت سره یې مخالفت کاوه. مجددي دسولې دکمیسیون مشر ورته هرکلی وویل او هیواد دخدمت کولو هیله یې ترې وکړه. له دې سره ددولت دهغو مخالفینو شمیر چې دسولې دکمیسیون په زیار له دولت سره یوځای شوي پوره ١١٠٠ ته ورسید. ",٩٩ ددولت مخالفین له دولت سره یوځای شو. 1669,,"   دائتلافي ځواکونو له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ دارزگان په ولایت کې ددغو ځواکونو له لوري په عملیاتو کې چې له طالب جنگیالیو سره یې درلود یو امریکایی سرتیری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي. خبرپاڼه کاږي چې پدغو عملیاتو کې ٧ طالب جنگیالي دامریکايي سرتیرو لاس ته ورغلي او دامریکایي ځواکونو یو موټر هم ویجاړ شوی. ارزگان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې تل دغه ځواکونه له ناورین سره مخ کوي. ",په ارزگان کې یو امریکایی سرتیری وژل شوی. 1670,,"   دولسمشر کرزي دمطبوعاتي دفتر له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر دامریکا دسوداگرۍ له وزیر کارلوس گویترز سره په لیدنه کې دامریکا هیواد سره دسوداگریزو اړیکو په پیاوړتیا ټینگار کړی او له افغانستانه دوچو میوو او دقالینو په صادرولو په سیمه پر اغیز غږیدلی. دامریکې دسوداگرۍ وزیر دخپل هیواد له اړخه له افغانستان سره دسوداگرۍ پیاوړتیا خبره کړه. ",ولسمشر دامریکا دسوداگرۍ له وزیر سره لیدلي. 1671,," دمخابراتو وزارت : دمخابراتو وزارت هوډلري چي دراتلونكي مياشتي تر پايه دهيواديوسلولسو(۱۱۰)ولسواليو ته دتيليفون،انترنيت اوفكس اسانتياوي برابري كړي  دمخابراتو وزارت په پام كي لري چي د راتلونكي مياشتي تر پايه دهيواد يوسلولسو ولسواليو او تر څومياشتو نورو پوري دافغانستان ټولو( ۳۵۰) ولسواليو ته د تيليفون،فكس او انترنيت اسانتياوي برابري كړي. په همدي ترڅ كي  نن د1384 لمریز کال دكب دمیاشتی پر لسمه دافغانستان دڅلورونورو ولسوالیو دتیلیفون، فکس او انترنیت سیستم دافغانستان دمخابراتو له وزیر انجنیر امیرزی"" سنگین"" سره دتیلفونی تماس په ترڅ کی فعال شو. دمخابراتودوزارت دولسوالیو داړیکو دپروژی دتطبیق په لړکی نن د دپکتیا ولایت دآريوب،سيدكرم او زرمت ولسوالی دپكتيكاولايت د ارګون ولسوالي او د لغمان ولايت د عليشنګ ولسوالي دتیلیفون، فکس او انترنیت له لاری له ټول هیواد او بهرنړی سره ونښلول شوی. دولسوالیو داړیکو پروژه دافغانستان دمخابراتو د وزارت له خوا تر سره کیږی، چی په تطبیق سره به یی دافغانستان ټولی 350 ولسوالی دتیلیفون، فکس او انترنیت له لاری دهیواد له نورو سیمو او بهرنی نړی سره ونښلول شی ، دیادولو وړده چی دراتلونکی لمریز کال 1385 په لومړی يوه نیمه میاشت کی به یادی شوی 350 ولسوالی ټولی د فکس ، فون او انترنیت اسانتیاوی تر لاسه کری. ددغی پروژی په تطبیق سره په هر ولسوالی کی 20 لینه تیلیفونونه فعالیږی چی هم به دولتی اداری ورنه گټه اخلی او هم به عام وگړی کولای شی چی استفاده ورنه وکړی. له دی بر سیره به محدود شمیر کمپیوترونه چی له انترنیت سره وصل دی هری ولسوالی دمخابراتو په دفترکی ایښودل کیږی چه عام وگړی او همدا راز دولتی کارکوونکی وکولای شی دانترنیت آسانتیاوونه گټه واخلی. ",بله میاشت کي به ۱۱۰ولسوالیو ته انترنیټ ورسیږي 1672,sahaar,"   په داسې حال کې،چې د کابل فضا د الوتکو شور او ځوږ په سرنیولې وه او د ښار لویې لارې او واټونه بند وو،د امریکا دمتحدو ایالاتو ولسمشر جورج ډبلیو بوش په ارګ کې یوې خبري غونډې ته وینا وکړه.  حامد کرزي د خبري غونډې په پیل کې ولسمشر بوش ته ښه راغلاست ووايه او په افغانستان کې یې د سولې او ولسواکۍ په ټینګښت کې د امریکا رول ستایونکی وباله . وروسته ولسمشر بوش په خپلو خبرو کې د غرمنۍ ستاینه وکړه او په افغانستان کې یې د سولې د ټینګښت او اقتصادي بیا رغونې په برخه کې د لامرستو ژمنه وکړه. بش د ایران د اتومي انرژۍ او اټومي وسلو په اړه وویل،چې موږ نه غواړو تبا ه کوونکې وسلې ډېرې شي. ده وویل افغانستان او امریکا یوستراتیژیک تړون لري او د ترهګرۍ په برخه کې به په ګډه هلې ځلې کوي. بش وویل د افغانستان او مریکا ولسونه انساني او بشري حقونو ته درناوی لري او د هرډول ستونزو مخنیوی به کوي. ده زیاته کړه،په  افغانستان کې یوه نوې فضا رامنځته شوېده. بش وویل اسامه او ‌‌‌طالبان د مذهب له لارې نه لټوو، هغه بېله مساله ده، په امریکا کې هر مذهب په ازادانه ډول خپلې مذهبي چارې پرمخ بیایي.  بش ترلس دقیقه یی خبري غونډې وروسته د غونډې له سیمې ووت. د بش او دهغه د میرمنې هرکلي ته ولسمشر حامد کرزی بګرام هوایي ډګر ته تللی وو، له بش سره په دغه سفر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره کنډولیزا رایس هم ملګرې ده. د بش د راتګ پرمهال د کابل هوایي ډګر ټولې الوتنې ځنډول شوې وې.  بش به له افغانستان نه نوي ډیلي او  اسلام اباد ته څي.     ",بش په کابل کې خبري غونډې ته وینا وکړه 1673,,"   دامریکې دمتحدو ایالاتونو ولسمشر جورج ډبلیو بوش له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په گډ خبري کنفرانس کې نن دارگ په ماڼۍ کې وویل چې دنوموړي په هیواد کې هر دین اسلام، مسیحیت او بل هر دین ته ازادي شته خو اسامه او ملا عمر ددینونو ازادي نه مني. نوموړي دملا عمر او اسامه دنیولو وروسته له دواړو سره دچلند په اړه وویل چې محکمې ته به یې وسپاري. بوش له افغانستان سره داوږدې مودې همکارۍ خبره وکړه او په افغانستان کې دډیموکراسۍ پیاوړتیا ته هم نغوته وکړه ",بوش: اسامه ددینونو ازادي نه پیژني. 1674,,"   دگوربز ولسوال بینوا همکار ته په خوست کې ویلي چې دافغانستان-پاکستان په گډه پوله شیبه وړاندې دطالب جنگیالیو او پاکستاني پولیسو ترمنځ سخته نښته پیل شوې چې په ترڅ کې ٥ پاکستاني پولیس طالب جنگیالیو ته په لاس ورغلي. ",دگوربز په ولسوالۍ کې سختې نښتې روانې دي. 1675,,"   دخوراک دنړیوال پروگرام یا WFP چارواکي وایي که مرستندویه ادارې ورسره مرسته ونکړي نو ښایي درې نیم ملیونه افغانان دلوږې له جدي خطر سره مخ شي. چارلس وینسانت ددغې ادارې په افغانستان کې مشر مرستندویه ادارو ته ویلي که ورسره په څلورو میاشتو کې یولس میلیونه ډالره مرسته ددوی له لارې اړو افغانانو ته ونه رسول شي نو ژوند به یې لوږه تهدید کړي ځکه تازه ژمی پای ته رسیدونکی دی. دروان کال له پیله تردې دمه دخوراک نړیوال پروگرام ته هندوستان ٢١،٩ ملیونه ډالره، دامریکا متحدو ایالاتونو ١٣،٨ ملیونه ډالره، جاپان ٢،٧ ملیونه ډالره، سویس ١،٣ ملیونه ډالره، لوکسامبورگ ٥٥٨٠٠٠ ډالره، استرالیا ١٩٢٠٠٠ ډالره، فیرو ١٧٧٠٠٠ ډالره، شخصي مرستندویو ١٦٠٠٠٠ ډالره، ناروې ٦٦٠٠٠ ډالره او ایرلنډ ٤٣٠٠٠ ډالره دمرستې په توگه سپارلي.  ",راتلونکې میاشت کي ښایي په ځینوسیموکې قحطۍ وي 1676,," دڅرخي پله په زندان کې نیږدې دوه زره سیاسي او جنایي زندانیانو ددې په پلمه چې دولت ورته یوډول ځانگړي جامې ورکولې ستره بلوا ددې اوونۍ په پیل دشنبې په ماښام راپورته شوه چې دادی تر دا ننه هم روانه وه   دڅرخي پله په زندان کې نیږدې دوه زره سیاسي او جنایي زندانیانو ددې په پلمه چې دولت ورته یوډول ځانگړي جامې ورکولې ستره بلوا ددې اوونۍ په پیل دشنبې په ماښام راپورته شوه چې دادی تر دا ننه هم روانه وه. دیکشنبې په سهار ډله خبریالان دڅرخي پله زندان مخ ته ورغلل ترڅو دپیښې په اړه سم او کره معلومات ترلاسه کړي خو دزندان په لومړي برج کې دهمدغې ورځې له سهاره تر ماښامه تم پاتې شولې او دامنیتي ځواکونو له لورې ورته دننوتلو اجازه نه ورکول کیده. په همدې ورځ دعدلیې وزارت مرستیال محمد قاسم هاشمزي خبریالانو ته وویل چې بلوا دځانگړو جامو د نه اغوستو له امله گډه شوې دولت هڅه کوي چې زر تر زره یې غلې کړي.   دیکشنبې په مازدیگر بینوا خبریال وتوانید دزندان داخل ته لار پیداکړي دننه دواړه بلاکونه سیاسي او جنایي دامنیتي ځواکونو پولیسو او ملي اردو تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ول بندیان پدې توانیدلي ول چې نننۍ دروازه ماته کړي دوی ته منځنۍ دروازه پاتې وه چیرې چې پولیس کلاشینکوف پرماشه ناسته ول او دبندیانو دخوځیدو سره جوخت یې ډزې پرې کیدلې. دبندیانو څو غوښتنې وې لومړی داچې غواړي دسولې دکمیسیون له مشر حضرت صبغت الله مجددي سره وویني. پرسبا دوشنبه حضرت صبغت الله مجددي دننه زندان ته ولاړ او لوډسپیکر له لارې له بندیانو سره وغږيد، بندیانو له مجددي وغوښتل تر دتحقیق پرمهال دڅارنوالانو له لورې باید ښه چلند وشي، خوراک کې یې ښه والی راشي او له لویه سره عمومي عفوه ورته اعلان شي. چې دهمدې ورځې په ماښام خبریالانو ته له زندانه له راوتو وروسته مجددي وویل چې ځینې غوښتنې یې دپام وړ وې چې ښایي په څو ورځو کې به یې له دولت سره گډې کړي او دغوښتنو هرکلی به یې وکړي. دبشري حقونو مدافع وکیل محمد ابراهیم سعادت چې زندان ته ننوتی وه بهر ته له راوتو سره جوخت خبریالانو ته وویل چې دننه وضعیت دخرابۍ په لور روان دی که دولتي مشران یې جوړ جاړی ونه کړي ښایي ناورین لا زور واخلي. سعادت وویل چې معلومه شوې ورته ١٧ تنه ټپیان شوي او ٤ تنه زندانیان وژل شوي خو دوژنې او ټپیانو سم شمیر نه شو کیدای وښوول شي. تیره ورځ چې دولت او بندیان یوه جوړ جاړي ته رسیدلي وه شل ټپیان کابل کې ایمرجینسي روغتون ته راوړل شوي وه. تیره ورځ بیا هم دمازدیگر په څلوروبجو له لسو زیات ډزونه بهر خبریالانو واوریدل چې ویل کیده مرگ ژوبله یې له ځان سره لرله. نن هم گڼ شمیر دملي اردو  ځواکونه زندان ته ننوتل خو داسې ښکاري شخړه نور هواره شوې وي خو دا هم ویل کیږي چې نن دیوه تن زنداني مړی موندل شوی. دبلوا یو لامل چې له کوم رسمي لورې ندی تایئد شوی دا ویل کیږي چې پولیسو له ښځینه بندیانو سره بد چلند کاوه چې دزندانیانو داوچتیدو لامل شوی وه. تیره میاشت هم دڅرخي پله له زندانه ٧ زندانیان تښتیدلي وه. ",دڅرخي پله زندان شخړه هواره شوه. 1677,,"  حضرت بهیر : خوست دغه سړک چې ٩٠ کيلومتره اوږدوالى لري او ٦،٧ ميليونه ډالر لگښت پري راځي ديوسايد usaid په مالي لگښت د زرمت بيارغونې شرکت لخوا جوړيږي. ددغه سړک په افتتاحيه مراسمو کې چي پرون ١٣٨٤/١٢/٩ تر سره شول د خوست والي معراج الدين پټان ، د پکتيکا والي حکيم تڼيوال او د جنوبي زون د ولايتي بيارغوني مشر هم شامل ول. ",دخوست -گرديز ترمنځ د سړک د بیارغونی کار پرانستل شو 1678,,"  میرویس جلالزی :  دا تړونونه تیره ورځ د قطر په پلازمینه دوهه کښي د افغان پلاوي جرمني ملگرو ملتو او دنړۍ د 26 هیوادو تر منځ د افغانستان له گاونډیو هیوادو سره لاسلیک شول .ویل شوی دا دوه ورځنۍ غونډه تیره ورځ پای ته ورسیده . له افغان لوري د سرحدونو د ساتني د پولیسو مشر په دې غونډه کښي گډون کړی وو . ",دافغانستان دسرحدونو ۳ نوي امنیتي تړونونه لاسلیک شول 1679,," میرویس جلالزی : پاکستان افغانستان ته د بوش د رسیدو سره سم تروریستان وژلي د ي  د پاکستان د پوځ ویاند جنرال شوکت سلطان زموږ خبریال ته وویل بریدونه تیره ورځ هغه وخت وشوو چه د 40 په شاوخواکښي برید کونکو چه ټول یې بهرني وو غو ښتل ئې په افغانستان کښي تخریبي عملیات تر سره کړي او غوښتل ئې د پاکستان خاوري ته ځان ورسوي چه د دوئ د چورلکو له خواه تر بر ید لاندي ونیو ل شول او مرگ ژو.بله یې ورته و اړوله . په دې برید کښي ویل کیږي 45 تنه اورپکي مړه او ټپیان شوي دي . ",پاکستان وایي یو شمیر تروریستان ئې وژلي دي 1680,," میرویس جلالزی : د امریکې د ولسمشر بوش له رسیدو سره سم په کراچي ښار کښي ځانمرگي چاودني یو امریکایي ډیپلومات وژلی دی  چارواکي وایي چاودنه د کراچي ښار ماریوت 5 ستوري هوتل ته څیرمه د امریکا د کونسلگرۍ په اړوند یو موټر شوې چه د یو امریکايي ډیپلومات په گډون یي 4 تنه وزلي دي . بوش چه په هند کښي له لمړي وزیر من موهن سنگ سره ږغیده وویل چه د تروریستانو دا بریدونه به د ده سفر له خنډ سره مخ نکړي او دی به باکستان ته والوزي . په دې چاودنی کښي 7 نور موټر هم له منیځ تللي  چاودنه د موټر بم له چاودني رامنځ ته شوې ده . ",په کراچي کي چاودني امریکايي ډیپلومات وژلی دی 1681,ډاکټرحسن - لندن," تږی دکلویم مادتاک رګو ته ور وله نن مې يې دسترګو دخمارپیا لو ته ور وله   نوره دانصاف تمه له چا نه دلته نه لرم زما د ارمانو قاتل د وخت کړوته  ور وله   وریت مې شونظر دانتظارپه اورکې ټوله شپه داشوګیر وهلی دلیموزانګوته ور وله   پَیل شي جنګونه له شکست داستدلال سره دادوینو تږي د منطق چینو ته ور وله   واغوستې ارمان مي دکفن جامې لحدته ځي اوس خو مي بیلتونه دسپین مخ کتوته ور وله   ستادسخاوت لمن که ډکه بیابانه وي زما لیونی عشق دبړبوکو نغمو ته ور وله   سا ئې چې لږلنډه دسرکښوخنداګانوشي کله خو ظالم هم دمظلوم سلګو ته ور وله   پریږده چې په غلا ترې نه یو څو مچکې جیب ته کړي دا پتنګ نظر مې د ر خسار لمبو ته ور وله   غواړم چې لږ تیرې خاطرې په زړه کې وچڼم لږ خو مې قسمته د فرصت  شېبو ته ور وله   مړاوﺉ کړ  خزان د پر دیسۍ ( حسنه ) زړه دتا لږ يې د وطن د پسرلي وږمو ته ور وله     ",دکفن جامې 1682,پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزﺉ," ليکونکی : دافغانستان داتوم انرژي سازمان  ( AAEC ) پخوانی مسئول مشر،دهستې فزيک پوه  پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزﺉ ځدراڼ (جرمني) درڼاانرژي په هکله دقرآن شريف مبارک آيات (سورت النور پنځه ديرشم آيات ) داتوم انرژي بنسټيز فرمول ( لومړۍ برخه ) ( دوهمه برخه )    نوې پرليکه شوې برخه  ( دريمه برخه )  ",د اتوم انرژي بنسټيزفرمول ( پرله پسې دريمه برخه ) 1683,," په خوست ولايت کې يو پاکستانی وګړی ديوې ترهګرې ډلې دمشري په تورنيول شوی دی. دخوست والي وويل چې د هغو بيلګو پربنسټ چي له نيول شوي کس څخه ترلاسه شوي دي دغه تن يو پاکستانی پوځي افسردی. ",په خوست ولايت کې يو پاکستانی نيول شوی دی. 1684,," په نيويارک کې د بشري حقونو د نړيوالو څارونکو ډلې، په افغانستان کې د اګسا سازمان د پخواني مشر اسدالله سروري محاکمه له عدالت او نړيوالو معيارونو څخه ليري ګڼلې ده. د نور محمد ترۀ کي د واکمنۍ پرمهال د افغانستان د ګټو ساتنې ادارې يا اګسا رئيس اسدالله سروري تيره اونۍ د کابل په يوې محکمې کې د مرګ په سزا محکوم شو. ",دبشري حقونونړيوال ټولني دسروري پرمحاکمه نیوکه کړې 1685,," په هغۀ ځانمرګي بريد کې چې نن سهار په يوولسو بجو دکندهارولايت په دامان ولسوالۍ کې ترسره شو، بريدکوونکی مړ او يو کاناډايي سرتيری ټپي شو. ويل کيږي چي دا پيښه دکاناډايي پوځيانو له موټرسره دځانمرګي بريد کوونکي دموټر دټکر په پايله کې رامينځته شوه. ",په کندهار کې ځانمرګی بريد وشو. 1686,," د عراق په پلازمېنه بغداد او شا وخوا سيمو کې د ورځې له لورې پر ګرځېدو را ګرځېدو د بنديز لمنه پراخه شوې ده. دا ګام د تاوتريخوالې د پېښو د مخنيوي په موخه پورته شوی دی. له بله پلوه نن پلازمېنې بغداد ته نژدې لږ تر لږه د هغو اتلسو کسانو مړي موندل شوي چې ګومان کېږي په نوموړي هېواد کې د وروستيو ډله يزو بريدونو په پايله کې وژل شوي دي. تېره اوونۍ په دغه هېواد کې د شيه ګانو په يوۀ ستر جومات کې له چاودنې وروسته سلګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ",په عراق کې ګرځبنديز زور اخيستی دی. 1687,ليکونکۍ : حبيب اله غمخور," ليکونکۍ : حبيب اله غمخورغواړم خپله ليکنه زموږ دوتلي او پېژندل شوي شاعر ښاغلي محمد نسيم اسير په دغو دو بيتو پيل کړم ""کهن بوم وبَرِ"" پُـرافتخـــارم                           همـان افغانستان نــام دارمبه اين نام است شان وشوکت ما                      ز""افغان""پايه هاي وحدت ما پدې ورستيو کښي د«سرنوشت » په نامه ويب پاڼه کې دښاغلي کانديداي اکا دميسين سيستاني د هغي تحقیقی اوعلمی مقالي په اړوند چې د«افغانستان،افغان وافغانستاني» په نامه په مختلفو ويب سايټو کښې خپره شوی وه،ددغې مقالې پر خلاف یوه دسپکاوی څخه ډکه ليکنه د«انجنير همايون صديقي» له خوا خپره شویده، چی سړی يې په لوستلو شرمیږی .څرنگه چې پدې نامه څوک په انترنت پاڼو کې کوم ليکوال نه پېژني ځکه خو سمدستي دانسان په ماغزو کښي داسوال پيدا کيږې چې دايومستعار نوم دۍ، کوم چی د""افغانستاني"" او پر افغانستان باندي د«خراسان» دنوم ايښودلو طرفدارانو له خواغوره شويدۍ . که ددغي مسئلي پس منظر ته نظر واچو په 2003 زکال په امريکا اواروپاکښي په افغانستان کې دفدرالي نظام دجوړېدو پلويانو په مختلفو خپرونو کښي دهر بهرنې ځواک په اشاره چې وه، يو په بل پسي مختلفي مقالي نشر کړې،په نورودخپلو غوښتنودمنلوپه خاطر يې مختلف دلايل تراشل او دبهرنيو هيوادو دسيسټمونوڅخه يې بېلگې په توگه کولې ،دخپلو نظرياتو او اهدافو دپروپاگندلپاره يې په يو او بل ځاي کښې وړې وړې غونډي هم جوړې کړې، پدغو غونډو کې ددې پر ځاي چې په هيوادکښي دفيدرالي نظام دجوړښت پرارزونه علمي بحثونه شوې واي متاسفانه دافغانستان دټوټه کيدو او که واضح ووايم دپښتنوپر خلاف پدې نامه چې دافغانستان نوم بايد تغیر وخورې ،دافغانستان دنوم پرخای داهيواد ((دخراسان)) په نامه ونومول شې تودې اوله احساساتو ډکې بيانيې ورکړه شوې؛ ددوي په ويناو او ليکنو کښي تلاښ شوۍ و چې ځانونه دلږکيو قومونو مدافع وکيلان وبولې په يوه او بله بڼه پښتنو ته سپکاوۍ وکړې او دافغانستان له نامه سره چې ددوي په اند په پښتنو پورې تړاولرې خپل نفرت واضح او څرگندبياناوه. ښه بيلگه يې دملي کنگري لخواچې لطيف پدرام يې مشري په غاړه لرې او نوموړۍ يو له ايران پلوه اوله پښتنو سره دمخالفی ډلې طرفداردی په 2003زکال دنومبر دمياشتي په 15نيټه دالمان دگيسن دښار په يوه کلې کښې جوړه شوې غونډه ده ،ددې غونډي رابلونکې ښاغلۍ لطيف پدرام او رحمت الله پيژنپور وو،او پدي غونډه کې يوشمير نورو پېژندل شو""دفدرالي سيستم"" او ""خراسان"" دنامه غوښتونکو گډون کړۍ و.پدې غونډه کې پر دغه څرگند اعتراض کيده چې ولي موږ ته افغان خطاب کوې؟ موږ افغانان نه يو خو""افغانستاني"" يو. ټولو وينا کونکوپه خپلو ويناو کښې دافغان دنامه سره خپله دښمنې او نفرت څرگنداوه .ددې غونډې په هکله دپوره معلوماتو لپاره دې له سويډن څخه خپرېدونکې مجلې نوې هيلې 2004 زکال اومي او اتمي گڼې ته مراجعه وشې.په بهرکښي ددغې ډلې سرغندويانولکه لطيف پدرام ،رحیل دولتشاهی،داکتر عنایت الله شهرانی، رحمت الله بیژنپور،داکترهمت فاریابی او څونوروکسانو دغه تلاښونه په واضح او څرگند ډول دافغانستان او افغان ددښمنانو له سرچينې څخه خړوبيدل، هغو افغانانو چي دهيواد له ټوټه کيدو،دافغان واحد ملت دوېشلواوله وخت نه دمخه دفدرالي نظام وجوړول يې دافغانانو په گټه نه بلل،دغه تلاښونه يي دافغان ولس او واحدافغانستان پر خلاف دهغو دښمنانو کارو باله کوم چې غواړي څو ورځي پدغه نامه دهيواددسياسي او ټولنيزژوند دڅرنگوالي په څېړنيزو بحثو کې مطرح وشميرل شې اوهم خپل بهرني ملاتړوته چي دهمدي لپاره يي روزلی او ځيني يې افغانستان ته رالېږلې دي ثابته کړې چې دوي ارام ندې ناست . ددوي دنظرياتو دخپرولو مرکزد""اميد"" په نامه اونيزه ده چې له امريکانه خپريږي ،او په هر گڼه کې دافغان دکلمې او پښتنو سره خپل دتعصب او دښمنۍ څخه ډکې روحې په لرلوسره مقالي نشرته سپارې، همدا شان په اريايي ،سرنويشت ،جنبش اونوروسايټوکې دا ډول ليکونکې چې په هغوکښې دليکنې او ژورناليزم هيڅ ډول اصول نه دې مراعات شوې او نه هم دهيواد دملی مصالحو درناوۍ شوی خپلي مقالې نشر ته سپارليدي . له نيکه مرغه زموږدهيواد زياتونخبه او پيژندل شويو ليکوالو ،څېړونکواو شاعرانو لخواچې په مختلفو قومونو او ژبو پوري تړاولري په خپلو ليکونو کښې دعلمي ،مستندوتاريخې دلايلو او حقايقو په څرگندولو سره دا هيواد دښمنه تلاښونه رسوا کړه شول . پدې جمله کښي زه دڅو تنو نومونه دبېلگې په توگه يادولاي شم لکه: پوهاند روستار تره کی،ډاکتر محمد اکرم عثمان، ښاغلی ولي احمد نوري،کانديداي اکادميسين اعظم سيستانې ،زموږ دهيواد پېژندل شوۍ سرکښ ليکوال او ژب پوه ډاکترسيد خليل الله هاشميان ،اغلې ميرمن ملالی موسي نظام،محترم انجنير خليل الله معروفي ، ډاکتر نادرعمر ،ښاغلی انجنيرفضل احمد افغان ،شاغلی عبدالعلی افضل ،داکتر عزيزالله سيدالی ،محترم مير عبدالرحيم عزيزاو په لسهاوو نورو پوهان او عالمانون .کله چې په لويه جرگه کښې يوځل بيادمرکزي حکومت او ولسمشرۍ دنظام پر جوړيدوپرېکړه وشوه، نودفدرالي نظام دپلويانو هر څه په اوبوکې لاهو شوه،دا افغان دښمنوخوب او خيال په حقيقت بدل نشو؛ ځکه همدا دفدرالي نظام پلويانو پر ټولو قومونو باندي دافغان دکلمې خطاب کولو پر ضد يوځل بياپه بي بنياده ليکنو پيل وکړ ، پدغو دوو کلو کښي دافغانستان اوټولو قومونوته دافغان دخطاب کولومخالفينو دهغو پوهانو پر ضدکوم چې دافغان اوافغانستان دنامه پلويان دي، داسي ليکني وشوي چې قلم يې په ليکلو شرمېده ،او لوستونکوته نه داچې جالب نه وه بلکی دليکونکې پر حال يي افسوس څرگنداوه اودهغوپه هکله دنفرت احساس ورسره پيداکېده ،ځکه دوي په خپلو ليکنو کې دپښتنو او افغانستان دنامه سره مخالفت په ډيرو ټيټو او سپکوالفاظو ليکې ؛هيڅوک دانه واي چې ټول افغانان دي يوشان فکر وکړې اويا دخپل نظر اوارادې دڅرگندولوحق نلرې دادرواغ دچې پښتنو دنور څخه داحق اخيستۍ ،ولې سوال دادۍ، اياديوه شخص ياقوم پر خلاف دداشان سپکوالفاظوداستعمال حق دغو ښاغلو ته چاورکړېدۍ؟ډيره عاميانه خبره ده چې ماشومان هم په پوهيږې هر څوک چې دبل سپکاوی کوې تر هغه زيات ځان سپکوې .دداډول سپکو سپورونه ډکو ليکونو وارتر ښاغلي کانديداي اکادميسين اعظم سيستاني پورې را ورسيد.په ""سرنويشت"" نومې ويب پاڼه کې دهغه په ادرس د((پاسخي به يک استالينزاده فاشيست)) تر سرليک لاندي يو مطلب نشرته سپارلۍدی چې په ويلو يې انسان شرميږې .زه په شخصي توگه دهيڅ يوه عالم مدافع وکيل نه يم؛او پدې ښه پوهېږم چې هغوي دچادفاع ته هم اړينه نلري . روڼ حقيقت خو دادۍهر هغه څوک چې دبل چاپه مقابل کښې پخپلو ليکنو کې دقلم عفت او مقابل جانب ته ددرناوۍ روحيه نه ساتې ،اوددې پر ځاي چې په معقولو دلايلو ديوچادليکني په اړوند خپل نظر څرگندکړې په ښکنځلواوچټياتو ليکلو دکاغذ مخ توروې، څنگه کيداي شي دا ډول کسانوته ليکوال او دپوهي څښتن وويل شې؟ که درانه لوستونکې هغه مقاله ولولي چې دښاغلی سيستاني دليکنې پر ضد ليکل شوېده، په يقين سره چي ددغي ليکني ليکوال ته به دنفرت په سترگه وگورې. زماپه عقيده هغه څوک چې دسوادله نعمته محروم هم وي نه بايد داسي دادب له چوکاټ نه وتلې الفاظ او کلمات دبل انسان په ادرس استعمال کړې ؛دبل سپکاوۍ تر هر څه دمخه دځان سپکاوۍ او خپل شخصيت په هغه هنداره کښي ننداري ته وړاندي کول دې کوم چې لوستونکې يې گورې . جالبه داده چي سيستانې صاحب پخپله مقاله کې په هيڅ يوه داسي ادرس چې هلته ملي او يادقومونو گټو ته کوچنۍ ترينه سپکاوې شوې وي کومه تبصره نده کړې . هغه ديوه افغان تاريخ پوه په توگه خپل دغه مکلفيت چې بايد سرته يې رسولې واي سرته رسولۍ دۍ اوبس ،نوره کومه گناه نلري ؛هغه په هغوعلمي دلايلو چې لازم يې بلل دافغانستان دنامه او ټول قومونه دافغان په نامه نومول څېړلې دې .سوال دادۍ ولې ځيني خلک دومره وارخطا اوداشان دادب له جادي نه ليري ليکني ته وهڅول شوه ؟او څنگه دسرنويشت دسايټ مسؤل اجازه ورکړه چي پخپل سايټ کې ديو علمی شخصیت په ادرس خالص ښکنځل خپاره شې ؟ فکرکوم دې کار ددغه سايټ هغه اعتبار او اتوريتې ته چي که يې دخپلو لوستونکو په منځ کښي درلود سخت تاوان ورساوه اوله بلې خوا داسي څرگندېږې چې دسايټ دمسؤل هم ددغه شان غير مسولانه او ادب له چوکاټ نه بيرون ليکنو سره علاقمندي لري . انترنت سايټونه بايد دعلمي ،معلوماتي او څيړنيزو مسايلو دخپرولوهنداره وې ، نه بايد چاته اجازه ورکړه شې چې ديوچا يا يو قوم دسپکاوی ، په خاطر هغه په کوڅه او بازار کښي دمعمولو ښکنځلوخپرولو لپاره وکارول شې . هر هغه څوک چې دليکلو توان لري ايماني او وجدانې دنده يې داده چي دا کړيدلۍ او زورېدلۍ ولس سره نژدې کړې، په هرنامه بيلتون ددې هيواداوافغان ولس په گټه ندی ،که دآريانا او يا خراسان په نومونوايښودلو دا وطن ابادېداي سواي ډير پخوا به داکار سوۍواي . ښاغلو! خبره پر نومونوايښودلو نه ده، مسئله داده چي ملي يووالۍ اوامنيت تر هر وخت پخوا زيات ټينگ شي ، لازمه ده دقلم خاوندان خپل مغزونه د علمي او څيړنيزو کارولپاره پکار واچوې ؛په خراسان بازيو داوطن نه آبادېږې . اوس دا ټاټوبۍ دافغانستان په نامه ياديږې اودوه نيم سوه کال پخوا دلوي احمدشابابا په واسطه دافغانستان دمرکزي حکومت دبنسټ خښته اېښودل شوي ده ،نوم اړول به يې مهال او ناشونۍ کاروې . پوهيږم چې دسيستاني صاحب په ليکنه کې کومو نقطو ددغو افغان دښمنوپر زخم يو ځل بيا مالگه پاشلي ده ،زه دښاغلي سيستاني دليکلنې يوه برخه دلته رانقلوم تر څو هغه دوستان چې دامقاله يې نده لوستې پدې پوه شي چې سيستانې صاحب څه ليکلې ؟ « بايد ياد آورشوم که: نام «افغانستان» قرنها پيش از تاسيس دولت معاصر افغانستان در۱۷۴۷، معروف بوده واين نام بطور مشخص در زمان حکمروائی ملوک کُرت (ياکُرد) هرات در نيمۀ قرن هفتم هجری بر سرزمينی اطلاق ميشد که از وادی فراه آغاز ميگردید و به استقامت جنوب و جنوب شرق تا کوه های سليمان در وزيرستان و کناره های رود اتک امتداد می یافت.هنگامی که احمد شاه درانی بنای دولت مستقل افغانستان را ميگذاشت، برايش اين بسيارمهم بود که او بنياد دولت مستقلی را اساس گذارد که ديگر مردم افغانستان حاکم بر سرنوشت خويش باشند و به هيچ قدرت يا دولت ديگری منبعد باج و خراجی نپردازند. پرواضح است که هنگام انتخاب احمدشاه به پادشاهی، برايش به عنوان پادشاه افغانستان، دعا خوانده شده وازسوی اعضای جرگه تبريک و تهنيت گفته شده است. عدم موجوديت فرمانی مبنی بر فيصلۀ جرگۀ مشران قبايل دراين خصوص، دليل آن شده نمی تواند که نام کشور از توجه شخص احمدشاه و رجال و سران اقوام سهيم در جرگۀ انتخاب پادشاه، بدور مانده باشد. آنچه اين منطق را تقويت ميکند اين است که مرکز اقتصادی و تجارتی افغانستان آنوقت، شهرقندهار بر سر شاهراه تجارتی خراسان و هندوستان قرار گرفته بود و احمد شاه درانی نيز در شهر قندهار که مرکز اقتصادی و اداری افغانستان آن روز بود، بر تخت پادشاهی جلوس نمود. و هيچ ترديدی وجود ندارد که احمد شاه درانی هنگام انتخاب و جلوسش به تخت شاهی، بنام پادشاه افغانستان خوانده شده است و نه بنام پادشاه خراسان. زيرا احمد شاه خودميدانست که خراسان خيلی بزرگتر از قلمروی است که او به عنوان پادشاه در برابر مردم سوگند وفاداری ياد کرده بود. و چون نام افغانستان در نزد مردم و سران اقوام و رجال آن زمان يک نام قبول شده و معروف بود، لهذا با توسعۀ قلمرو و سلطنت درانی، اين نام (افغانستان) بر تمام قلمرو حکومت احمدشاه درانی اطلاق شده رفت.برخی از بيماران سياسی در طی سالهای اخير(بخصوص ازدهۀ ۹۰قرن قبل ببعد) طرح تغيير نام کشور را به عنوان «خراسان» به ميان کشيدند و باری در نشرات برونمرزی نيز آنرا با آب و تابی عنوان نمودند که خوشبختانه مورد استقبال مردم چيزفهم و هوادار وحدت ملی افغانستان قرار نگرفت، زيرا ميدانستند که هدف چنين طرح هايی اساساً تجزيۀ کشور است و به سود دشمنان افغانستان، که هرگزچنين مباد!واما درهمینجا میخواهم خاطر نشان سازم که نام افغانستان چه از نیمۀ قرن هجدهم گذاشته شده باشد و چه از آغاز قرن نزدهم، و چه از ۱۷۴۷به بعد رسميت يافته باشد، نکتۀ بسیار مهم اينست که اين نام امروزه در جهان و نقشۀ دنيا و نزد مجامع بين المللی يک نام پذيرفته شده و مسجل شده است و به آدرس اين نام و مردمان آن صدها و هزاران مقاله و کتاب و نشريه نوشته و چاپ شده است. جاگزينی نام ديگری برای اين کشور، نه تنها دردی را دوا نميکند، بلکه بر مشکلات دولت و ملت می افزايد، افتراق قومی را دامن ميزند و تفاهم ملی را خدشه دار ميسازد. درد کشور ما وجود نام آن نيست که با تغييردادن آن علاجش ممکن گردد و فقر و تنگدستی و مرض و بيماری و جهل و بيسوادی، خرافه پسندی و تعصبات زبانی و قومی نابود گردد. سطح شعور اجتماعی و فرهنگی مردم ما بیکباره بالا برود و دموکراسی و عدالت اجتماعی، جانشين بی عدالتی ها و استبداد و خود سری ها شود. درد کشور ما را بایستی در سنتها و باورهای خرافی و آداب و رسوم قومی و محلی و مذهبی و فقدان سواد یا بی سوادی و عدم دسترس به دانش و تخنیک معاصر دانست. تازمانی که سطح آگاهی و شعور اجتماعی مردم ما نسبت به آنچه هست بالا نرود و از دانش و تخنیک معاصر بی بهره باشد، با تغییر نام کشور جامعۀ ما از فقر و بدبختی تاریخی که گریبانگیرماست، نجات پیدا نخواهد کرد.به هرحال انتی پشتونها یا ""افغان ستیزها"" حتما متوجه خواهند بود که افغانها با همه خصلت های بدوی و قبیلوی خود بالاخره از سایر اقوام کشور پیش گام تر شدند و موفق به تاسیس دولت مستقلی در قندهار، جایی که افغانستان نامیده میشد، گردیدند و بعد با توسعۀ حاکمیت شان این نام بر تمام قلمروی اطلاق شد که از حکومت مرکزی فرمانبرداری میکردند. تلاش بخاطر تعویض نام کشور، تلاش بیهوده و ناکامی خواهد بود، چونکه این نام بر این کشور مفت و رایگان بدست نیامده و از سوی کسی و یا گروهی به «افغانها= پشتونها» سوغات داده نشده که هر وقت دل کسی بخواهد، سوغات خود را پس بگیرد. پشتونها برای بقا و دوام آن قربانیهای بیشمار داده اند و بازهم خواهند داد. تفرقه اندازی های قومی و زبانی و مذهبی نیز جائی را نخواهد گرفت و افغانستان از این بحران مداخلات اجانب نجات خواهد یافت و روسیاهی برای دشمنان آن باقی خواهد ماند.» ښاغلی سیسانی دخپلی دمقالی په یوه بله برخه کی داستی لیکی :« دشمنان وحدت ملی افغانستان باید این واقعیت را بپذیرند که یک قوم زنده و موثر در سرنوشت و شکل گیری این کشور حضور فعال دارند که بزعم «افغانستانی» نویسان، بنام «افغان»(= پشتون) یاد میشوند. این قوم تا زنده باشد از هویت ملی خویش به عنوان «افغان» دفاع میکنند و حاضرند جان بدهند ولی جانان را از دست ندهند. هیچ قدرتی هم نمیتواند که تا این قوم در این کشور زنده باشد، نام افغانستان را تغییر بدهد، مگر اینکه افغانستان را از نقشۀ جهان محو کند. تاریخ کشور گواه این حقیقت است که تا هنوز بدیل رهبری پشتونها در کشور زاده نشده است. حال دل کس که، خوش میشود و یا خوش نمیشود.»پدې ترتيب ليدل کيږې چې ښاغلی سیستانی پدغه زغرده بیان سره دهیواد او پښتنودمخالفينودروغجن دلايل رسواکړېدې، وایی رښتيا خبره ترخه ده ،مگر هر انسان بايد دحقيقت دمنلوتوان او شهامت ولري؛په بل عبارت ښاغلی سیستانی په ډاگه کوې تر څو چی افغانان پردی مځکه ژوند ولری ، دافغانستان نوم څوک بدلولای نشی. تاریخ شاهد دی چی افغانان دوه ځله په نو لسمی پیړی اودوه ځله په شلمی پیړی کې دهمدی مقصد یعنی دافغانستان دنوم او نښان ،تاريخ او افغان ولس دخپلواکۍ دپایښت دپاره داستعمارگرو سره دجگړي ډگر ته وردانگلي دې ،اودا څلورواره يې میدان هم گټلۍ دئ . هر یرغلگرئې دخپلي خاوری څخه داسي شړلۍ چې دبرياوو افسانې به يې تر څودمځکې پر مخ ژوندوې دخلکو پر ژبو وې. مرحوم بينوا صاحب پخپل دغه شعري پیغام کښې دافغان ولس اراده ډيره عالي منعکسوې: څوچي دامځکه آسمان وې                   څو چې داجهان ودان ويڅوچې ژوندپه دې جهان وي                   څوچې پاته يو افغان ويتل به دا افغانستان وي مگرپه هغه حالت کی چی یا دافغان نسل ددی مځکی څخه نابود شې اویا په خپله افغانستان ددنیا دنقشی څخه محوه شوۍ وي. بله اساسی خبری چی دسیستانی صاحب په پورتنی پراگرافونو کی صراحت لری،هغه وایي :«تاریخ کشور گواه این حقیقت است که تا هنوز بدیل رهبری پشتونها در کشور زاده نشده است.» دا خو بیخی یو ثابت شوی تاریخی حقیقت دی چی تر اوسه په دی هیوادکی د پښتون بدیل د رهبری دپاره ندۍ زیږیدلۍ . دبيلگې په توگه دومثالوته ستاسو پاملرنه را اړوم :١- کله چی حبیب الله کله کانی(دسقاوزوي)، دخارجی استعمار اودداخلی ارتجاع په لمسون امان الله خان پرڅوکۍ کښېناست، غلا، بی ناموسیو او دشرم ډکوکړونو چوراوچپاول رواج وموندپه هیوادکی امنیت او ثبات له جدي خطرسره مخامخ شو، ترڅو چی ((9)) میاشت وروسته بیا یوپشتانه جنرال دهغه قدرت را نسکور کړ. اوپه وطن کښي امنیت ټينگ اووضعه مخ پر ښه کېدو شوه . ٢ - 70 کا له وروسته بیادبهرنيانوپه اراده او ملاتړ شرایط داسی برابرشوه چې سياسي قدرت له پښتنو څخه ونوروقومونو ته ورانتقال شي (١٩٩٢)، مگر بیاهم نه پروفیسور صبغت الله مجددي، دیو روحانی شخصیت په جاموکښې په دی موفق سو چی په وطن کی امنیت راولی، اونه وروسته تر هغه استاد ربانی او احمدشاه مسعود په دی موفق شول چی په وطن کی لا څه، حتی دکابل په ښار کې يې هم و نشوه کولاي چی امنیت ټينگ کړې . د ربانی _ مسعود په دوره کی خو دکابل تاریخی ښار په کنډواله بدله شو، او دخلکو پرناموس باندی تجاوزونه وشول، ملي شتمني او دبيوزلو خلکو جايدادونه چور او هر څه دقدرتمندانوپه واک کښي ورکړه شوه ،چې تر اوسه لاپدغو پنځوکالو کې دخلکو هغه دعوي چې دخپل جايداد ددوباره تر لاسه کولو لپاره يې شروع کړې پاي ته نه دې رسيدلې , اونه هم محکمه داتوان لري چې ددغوچپاولگروپرخلاف دعدالت دپلې کولولپاره پرېکړه وکړې . دخندا وړخبره خولا داده چې داښاغلی ليکې :«ما را به اين كار نيست كه از كدام منطقه تا كدام منطقه پشتونها زندگي ميكنند و از كجا تا كجا بلوچها، كجا افغانستان است و كدام جا بلوچستان ولي آنچه براي ما مهم است اينست كه اين نام (افغانستان) توسط مردم كشور ما بر اين دولت(؟)(یاکشور؟) نهاده نشده بلكه اين انگليسها بودند كه اين نام را براي ما بر گزيدند و اين نام نميتواند ييانگر تنوع نژادي و مليتي اين سر زمين باشد.» دغوته ورته چرنديات څه موده پخواپه يوه بله ليکنه کې دآدم خان یوسفزي په نامه خپاره شوه، سره له دي چې دانوم هم مستعار نوم دۍاو لیکوال يې له همدا خراسان پلوه پيژندل شوو کسانو څخه دی . خو ښاغلي انجنيرصاحب معروفي دهغه ليکني په ځواب کښې د«احمدشاه بابای کبیر مؤسس افغانستان معاصر» ترعنوان لاندی ورته خوله ماتونکۍ ځواب ورکړ،درانه لوستونکي کولاي شي دمعروفې صاحب مقاله په«افغان – جرمن انلاين» ويب پاڼه کې ولولې. نه پوهيږم چې انجينر صاحب د((مردم کشورما)) څخه هدف څه دۍ؟ دخراسان نوم پر دغه سيمه دعربو لخواايښودل شوېدۍ نه دافغانانو لخواايانوموړۍ عربوته مردم کشورما وايي؟دانظر چې دافغانستان نوم دلومړې ځل لپاره انگليسانو زموږ دپاره غوره کړيدی، کاملا له حقيقت نه ليري او ښکرور درواغ دې، ځکه که دغه نوم موجود نه وو،څنگه کيداي شوه په هغه معاهده کې چي ښاغلی فرهنگ پخپل کتاب افغانستان در پنج قرن اخير (ص 22) پاڼه کښي ليکې : «هر چند کليمۀافغانستان بعنوان نام رسمي کشور بار اول در سال 1801م در معاهده بين ايران وانگليس درباره دولت دورانې بکار رفته است»دا پخپله ددې څرگند حقيقت ښکارندويه ده چې دا هيواد په دغه نامه ياديده ،اوکه دا هيواد دخراسان په نوم واي دوي به هرو مرو پخپله معاهده کې دخراسان نوم ليکلۍ واي. «دافغانستاني» دکلمي عاشقان استدلال کوي چې گويا دافغان کليمه تنها په پښتنو پورې تړلې ده اونور توکمونه له هغه نه استثنادي دغه بېځايه خبرې ته جمعه گل حبيب نايب خيل له جرمني نه دمردم افغانستان په 81 گڼه کې داسي جواب ورکوې : الف: اگر مخترعين واژه نامأنوس «افغانستاني» چنين استدلال مي نمايند که گويا کلمۀ ""افغان""صرف به اقوامپشتونتعلق گرفته وساير قوم هارا استثناقرارميدهد درجواب دو دليل روشن ذيل را نيز در قطارساير دلايلوشواهد تاريخي ارئه نمود. الف : اينکه قبايل واقوام پشتون طوريکه ميدانيم اسم با مسماخود را داردوهيچگاه مختص به کلمۀ ((افغان))نمي گردد.درحاليکه کلمۀ«افغان» مفهوم وسيع وعام خویش رادارابوده که شامل تمام باشنده گان سرزمين افغانستان ميگردد. ب : هر گا قبول کنيم که کلمۀ «افغان» مفهوم پشتون را افاده ميکند، پس کلمۀ «افغانستاني» که عبارت ازهمان ترکيب«افغان» وپسوند ""ستاني"" ميباشد بازهم به پشتونها اطلاق ميگردد، وساير قبايل واقوام را دربر نميگيرد. بنأ در حقيقت مطابق به طرزاستدلال وتيسس خودمخترعين واژه«افغانستاني» تمام افغانستان را به مفهوم وسيعتر به قوم«پشتون»متعلق مي سازد.در حاليکه قطعأ چنين نيست واين نوع طرز تفکر واستدلال، منطق نهايت طفلانه وتنگ نظرانه مي باشد. داکتر خليل الله هاشميان دکيوان افغان د2004 زکال په 77 گڼي په خپره شوې مقاله کې ليکې :«... از روز که احمد شاه بابا افغانستان نوين را تاسيس( 1747 م ) ونام انرا«افغانستان» گذاشت تا يک سال پيش که قوي کوشان اين کلمه رابقسم نفاق انگيزوتعصب در نشريه شخصي خوداستعمال ونشر کرد،يعني مدت 256سال بداخل افغانستان نه در جرايد وکتب ونه درمکالمات شخصي بين مردم،بشمول اقليت هاي تاجک ،ازبک وهزاره،کلمه «افغانستاني» اختراع قوي کوشان راکسي استعمال نکرده وشنیده نشده است،بلکه اقوام شريف تاجک،ازبک وهزاره وغيره خود را«افغان» شمرده اند».بله مسله چې ښاغلي سيستاني پخپله مقاله کې ورته ايشاره کړې هغه ليکې“نکتۀ بسیار مهم اينست که اين نام امروزه در جهان و نقشۀ دنيا و نزد مجامع بين المللی يک نام پذيرفته شده و مسجل شده است و به آدرس اين نام و مردمان آن صدها و هزاران مقاله و کتاب و نشريه نوشته و چاپ شده است. جاگزينی نام ديگری برای اين کشور، نه تنها دردی را دوا نميکند، بلکه بر مشکلات دولت و ملت می افزايد، افتراق قومی را دامن ميزند و تفاهم ملی را خدشه دار ميسازد""، مگردمقالي ليکونکۍ په جواب کښي ليکې: «براي جنابعالي معلوم باد كه نوشتن مقاله و كتاب به آدرس كشوري يک چيز است و سهمگيري مليتها و گروه هاي بزرگ قومي در هويت و نام آن چيز ديگر.» داتر لمر روښانه خبره ده چې دشير سرخ په جرگه کې نه يوازي دپښتنو دمختلفو قومونو مشرانو برخه درلوده بلکه دنورو قومونو لکه تاجک،ازبک،هزاره ،قزلباش اونورو قومونو مشرانو هم گډون درلود ،هغوي احمدشاه بابا دخپل مشرپه توگه دافغانستان پاچاوټاکه ،اوپه تاريخ کښې يې دلومړي ځل لپاره داوسنې افغانستان دمرکزي حکومت دبنسټ ډبره ايښېده. داچې ولي پښتانه ددې جوگه دې چې پاچا پښتون وټاکل شو؟ دې سوال ته دلته ځواب دکتاب ليکل ځينې جوړيږي .غواړم يوه مسله سپينه کړم هغه داچې انجينر صديقي پخپله ليکنه کښي يوه بله لويه تير وتنه هم کړې هغه داچې په ډيرو سپکو الفاظويې سيستاني صاحب بلوڅ معرفي کړۍ .لومړې بايد وويل شې چې بلوڅ ډير غښتلۍ او غيرتي قوم دۍ تر بل هيڅ قوم کومه کمې نلري،افغانې بلوڅو هيڅ وخت دايران او يا پاکستان نوکرې نه ده کړې او نه يې دهغو ثنا او صفت ويلۍ .دوهم داچې سيستانۍ صاحب په قوم بارکزۍ دۍ نه بلوڅ متاسفانه دا ښاغلۍ دومره عصبي شوۍ چې دهغه قومي اړيکې هم ځيني ورکې شوې دې . ددې لپاره چې موضوع اوږده نشي دښاغلي سيستاني صاحب لنډه بيوگرافي د((علامه محمود طرزيوروحانيت متنفذ)) کتاب په 267 پاڼه کې لوستلاي شۍ ،او بل داچې هغه ته چا علمي لقب په خيرات او يا تحفه کښي ندۍ ورکړۍ ،تر(( 22)) زيات کتابونه اونږدې ((100)) رسالي او مقالې يې ليکلې دې .زه نه غواړم هغه څه چې عيان دي بيا کړم ،که تر اوسه څوک نه وي پوهېدلۍ چي دپښتنو مقام او ځاي ددې ملک په تاريخ کښي کوم دۍ زماپه ليکنه هم داسي گنگس کسان نشي پوهيدلاي ،زه به دعاورته وکړم چې خداي ((ج)) هغوي پوه کړې .انجنير صديقي پخپله ښکنځل نامه کې هغه څه ليکلي چی که يي ددوی ورور هم ولولۍ نوبه دوی ته ووايي ډيره موغلطه کړې ده ؛ځکه نه يوازي داچې په ليکنه کې یې هیڅ ډول ادب نه دۍ مراعات شوۍ پرتاريخي حقيقتو يې سترگې پټې کړيدې . حقيقت دادۍ پښتنو هيڅ وخت دچاسره دښمنې نه ده کړې که کوم پاچا کوم ظلم کړۍ وي نولومړۍ يې دپښتنو سره اوبياله نوروسره کړيدۍ او دوهم داچې تر هر چا زيات پخپله پښتنو ليکوالو هغوي غندلي او دانتقاد گوته يې ورته نيولې ده؛ نه داډول کسانو چې هويت يې چاته نه دۍمعلوم او تل په مستعارو نومونوپه ښکنځلو ويلويې خوله پرانيستې ده. دنوموړي دليکني څخه له سره ترپايه داڅرگنديږې چې دبل چالپاره سرگردان دۍ او يوچاورته ويلې دي چې په پښتنو او دهغوي په ليکوالوپسي بد ووايه ،ځکه کله دنوم مسله طرحه کوي کله دفارسي ژبي څخه ددفاع مسله او کله بيا وايي شمال ته پښتانه راغلي دتاجکواو ازبکو مځکې يې نيولې دې .داښاغلۍ ليکې : (( درندگاني چون اسحاق زي ها حق ندارند در مزار و فارياب و جوزجان ازبكهاي مظلوم را زنده طعمه آتش سازند. هيچ پشتون و غير پشتوني حق ندارد اراضي مردم را پامال خر و شتر خود سازد. هيچ انساني نميتواند زمينهاي مردم را مصادره نموده و به يک قبيله و قوم قباله دهد)). انجينر صاحب ولي ددغه تاريخي واقعيت څخه سترگې پټوي ؟ پښتانه دافغاني شاهانو په وسيله دهيواد شمال ته ددې لپاره وليږل شوه چې يوخوبه دپښتنو په مټ دشمال لخوا دبهرنيو دمداخلو مخه نيول شوي وې اوله بلې خوا هغه مځکي چې په ټول سمت شمال کې پښتنو ته ورکول شوې دې هغه دهيچا، هيڅ قوم او ټبر څخه ندې اخيستل شوي. داهغه مځکي وي چې ددغو سيمو اوسېدونکو يې داباديدو توان نه درلود. دا سخت سري او دقوې عزم خاندان پښتانه وه هغه سيمه چې ويل به يې(( که مرگ غواړي قندوز ته ولاړ شه)) دخپلو خولو په تويولواو طاقت فرساکار ، زيار او زحمت سره دشمالي سيمو ډنډونه وچ کړه ،اوبلنې مځکې اوښتونه يې اباد کړه، اوس وايي (( که ژوند غواړې قندوزته ولاړ شه)) داکاملأ درواغ دې چې پښتنو ته په شمال کښي آبادي اودبل چا مځکې ورکړه شوې. واقيعت خو دادۍ هر پاچا او واکدارله ابادمه تر دې دمه تربل هر قوم دپښتنو سره زيات ظلم او جفاکړېده ،همدا زموږ دهيواد دپخوانيو او اوسنيوواکدارانو دناانډوله ملې سياست، دپښتنو سره جفا او دوي ته خپل روا او قانوني حق نه ورکول ددې لامل وگرځېده چې اوس هر خراسان پلوه په فارسي وياړې او تر افغانستان دايران اونورو هيوادو سره علاقه او مينه لرې ،په پښتو او پښتنو ملنډې وهې ،که ډار ورسره نه وې ددې هيواد هر څه به پر نورو او په لومړې قدم کي پر ايران وپلوري ،زما داخبر دامعني نلرې چې پاکستان زموږ دوست دۍ ؛ حقيقت دادۍ چې زموږ هر ليري او نږدې گانډۍ دخپلو امکاناتو په لرلو سره زموږ دهيواد پر ټولو افتخاراتو دتيری څخه ډډه نده کړې ،مگر هيچا ځان ته داجرأت ندۍ ورکړۍ چې زموږ په هيواد کې دپاکستان په طرفدارې او له هغوي سره داډول مينه او محبت ښکاره کولوپه هکله کوم حرکت وکړې ؟ نه پوهيږو چې دا تجزيه غوښتونکی ايران پلوه ،دپښتواوپښتنو مخالفان ولې ځانته دومره حق ورکوې ؟ او هره ورځ په خپلو ليکنو او ويناوو کښي دپښتنواو نوروورڼو قومونواو دهغوي دليکوالو په ادرس دسپکاوۍ خبري کوي ؟ دا په کانتينرو کې دطالبانو په نامه تر پنځه زروزيات پښتانه چامړه کړه ؟ همدا اوس دپښتنو سره ناروا،ظلم ، تهديد، توهين اودپښتنو پر حقوقوتيرۍ دچالخوا تر سره کيږې ؟ اوس رتاسۍ قضاوت وکړو ،يوه بيسواده پښتون هم ددغوقاتلانو او جبارانودقوم نوم ندۍ اخیستۍ دا يې ندې ويلي چې تاجکو ،ازبکو اوياترکمنو ورسره ظلم کړۍ ، بلکه تل يې مخامخ دهغه قوماندان ،خان ،باي او ياقاتل نوم اخيستۍ ؛ ځکه پښتانه پدې ښه پوهيږي چي دادقدرت ،قوم او ژبو ټيکداران او جنگسالاران په خپل قوم کې هم دپښې ايښودلو ځاي نلرې ،پر خراسان پلوودتاجکو ازبکو ،ترکمنو دقومونو99په سلوکښي وگړې خاندي، مگر متاسفانه ددعلمي او مسلکي القابو خاوندان بياتر څو چې يې توان رسيږې دپښتنو په ادرس سپکې خبرې کوې . دا دونيم قرنه کيږي چې ددې ټاټوبي اوسيدونکو پښتنو،تاجکو ،ازبکو ،هزاره ،ترکمنو او نورولږکيو توکمونوددې هيواد دجوړيدو لپاره ديوه افغان ملت په توگه دخپل توان په اندازه تلاښ کړۍ او دهر پردی زبر ځواک په مقابل کښي يې په ميړانه دفاع کړېده ،دتيري کوونکی خوله يي ورباندي ماته کړې،تل يي ځانونه افغان بللي او دافغان په نامه يې افتخارکړيدۍ . وياړ پداسي هوښيار ملت چې دبهرنيورنگا رنگ دسيسو ،پروپاگنډو او ملي اختلاف ته لمن وهونکودتلاښو سره سره نارينه او ښځه، لوې او واړه په يوه اواز ځانونه افغانان بولي ،له ايراني پلوو او خراسان پلووڅخه نفرت لرې .که سړۍ دافغانستان تير تاريخ په رڼو سترگو او بيطرفانه قضاوت سره مطالعه کړې اودوجدان له مخې بيا پرې قضاوت وکړې دا خراسان پلوه او افغانستانې پلوه به په هغه لهظه وپيژنې چې دا څوک دې ؟اوله کومه ځايه راځې ؟ .دوي نه داريانا دنامه اونه هم دخراسان له نامه سره کومه خاصه مينه لرې تنها غواړې دتاريخ دژوندي ساتلو اوملې مصالحو تر نامه لاندي دپښتنو تاريخ او افتخارات له منځه يوسي .ددوي زيات فشار پر دغو نومو ځکه دۍ چې داريانا يا اريايانوپلازمينه بلخ و. کله چې عربو داسيمي ونيولې او خپل فتوحات يې شروع کړه عربوتلاښ وکړ چې داريانا پر ځاي چې دبودايې او زردشتي مذهب سره يي تړاو درلود خراسان نوم معمول کړې ،عربو تل دغو سيمو ته دلمرختو ياشرق سيمه ويل ،ځکه نو دعربو دتلاسښپه پايله کښي دخراسان نوم معمول شو،يو شمير عالمانو او شاعرانوشاهان دخراسان دشاهانو اوحکومتونه يي دخراسان په نامه يادول .دخراسان په نامه داسې مستقل او لوي دولتې نظام لکه چې لوي احمدشاه بابا يې بنسټ کښېښود او دادۍ دا هيوادتر اوسه دمځکې دکرې په نقشه کې په هم دغه نامه ځاي لري هيڅ وخت وجود نه درلود،پدغه خراسان کې چې ځينې يې زيات عاشقان دې ملکلتوايفي حکومتونه وه کله کله ديوه او يا بل پاچا واک تر کندهار ،زابل غزني او هلمنده پوري رارسېدلۍ دۍ،داچې دخراسانيانو دپاچاهان اودقدرت زياته برخه يې دهيواد په شمالي سيمي پورې ارتباط لرې ځکه نو داښاغلې غواړې چې هغه دورانونه يو ځل بيا راپيادکړې ، ولې دا يې هيره کړېده چې داخوب به هيڅکله رښتيا نشې . پردغو ټولو لجاجتو سربيره پښتانه داريانا ،يا اريايانو او خراسان په نامه هغو افتخاراتو چې زموږ په اوسنې هيواد افغانستان او افغان ولس پورې اړه لرې وياړې ،دهغه وخت دافغانانو افتخارات دسترگو دکسي په توگه ساتي ؛هيڅ وخت يوه پښتون هم دهغه په وړاندي مخالفت نه دۍ کړۍ ، نه يې داريانا اونه هم دخراسان نومونوسره نفرت ښکاره کړۍ ،هغه دخپل هيواد تير تاريخ بولې ،متاسفانه اوس يو څودگوتوپه شمار کسان غواړي ټول حقايق پټ کړې او دخراسان غواړو ډول ووهې . په تیره هفته کی در آریائی په ویب پانه کی هم د ډاکترصاحب فاریابی له خوادسيستاني صاحب پر دغه مقاله یواوږده تبصره خپره شوې ده او ځینی پراگرافونه يې رانقل کړيدې او بیا ورباندی تبصری شوېده. په دی تبصروکې دخندا وړ خو داوه چی ښاغلۍ لیکوال ، سیستانی صاحب ته د دری ادبیاتو او دلیکنی لیکدود درس ورکوی. ښاغلی داکتر صاحب، هغه څوک چی ځان دحقوقو داکتر بولی او هغه هم خپله داکتري د پخوانی شوروی څخه ترلاسه کړېده ، نه پوهیزم چی دشوروی په کوم پوهنتون کی دوی دابیاتو اوژبپوهنی زدکړې ترسره کړیدي؟ چی دوی اوس څنگه کاندیدای اکادمیسین سیستانی صاحب ته چی زموږدهیواد د پخوانیواو قوی لیکوالانو څخه دی د دری ژبی املا او انشا ور ښيې، او دمقالی غلطۍ ورته په گوته کوې ؟ ترهغه ځایه پوری چی ما دښاغلی سیستانی نوموړې مقاله لوستې ده، زما گمان خو دادی چی ښاغلی داکترصاحب د لوستونکی دذهنيتونو دخرابولو په خاطر په دی پراگرافونوکې لاس وهلی دی، ترڅود خپلی تبصری زمینه برابره کړې . ښاغلی سیستانی صاحب او نور افغان پرسته ليکوالان بايد پداسي تبصيرو او ليکنو خفه نشي یو ښه متل دۍ چی وايي : (( د ښار دروازې تړل کيږې خو دخلکو خولې نه تړل کيږې )) هغوي بايدپدی خبروخپل چرت خراب نکړې ،خپلی علمی او تاریخی څیړنو ته دوام ورکړې، افغانان ستا سودهری کلمی اوهری جملی څخه ملاتړکوې، روغ صحت اوغښتلۍ قلم درته غواړم.زه خپل دغه لیکنه دوطنې پيژندل شوي شاعر ""اسیر"" صاحب په څو بيتو پاي ته رسوم خانه ام افغان ستان وجمله اقوام وطن         صاحب اين خانه ايم وخادم مام وطنمتحد بوديم ،جان داديم بر نام وطن خصم            را کشتيم مادرکوچه وبام وطنقوم افغان را تو ازهم تيت وپاشان مي کنيخانه ويران ،خانۀ ماراتو ويران مي کني ",آیادنقد مانا ښکنځل کول دي؟ 1688,," ", 1689,," میرویس جلازی : طالبان وایې په لغمان کښي یې د ملي پوځ دوه سرتیري وژلي دي  ډاکتر حنیف چه ځان د طا لبانو ویاند بولي خبري رسنیو ته  ویلي چه برید یې تیره ورځ تر سره کړی او 4 نور سرتیري یې ژوبل کړي دي .د ډاکتر حنیف د خبرو تاید تر او سه کم افغان لوړ پوړي چارواکي ندی کړي . ",طالبان وایې د ملي پوځ دوه سرتیري وژلي دي 1690,," میرویس جلالزی د امریکا ولسمشر چه د بهرنیو چارو وزیره یې هم ورسره مله وه تیره ورځ یې به نیوي ډهلي کښي دا څرگندوني وکړې .بوش وویل تروریستان دومره پیاوړي ندي چه دی له سفر نه منع کړي .بوش له هندوستان سره د اټومي انرژۍ یو تړون هم لاسلیک کړ . د کراچي به چاودنه کښي د یو امریکایي ډیپلومات په گډون 4 تنه مړه او 50 نور کسان ژوبل شوي وو .د دې برید پړا تر اوسه چا په غاړه نده اخیستې . ",بوش : د کراچي چاودني به دی پاکستان ته له سفر منع نکړي 1691,," ", 1692,حقمل," د هلمند د سنګين ولسوالۍ په ٣ کيلومترى کې د دولتي ځواکونو او طالب جنګياليو ترمينځ په جګړه کې درنه مرګ او ژوبله دواړو لورو ته اوښتې. دولتى چارواکي د ٤ تنو دولتي پوليسو ، ٨ تنو مخالف جنګياليو د وژل ګېدو او ٥ تنو د نيول کېدوخبره کوي مګر طالب اورپکى د ٨ تنو دولتي سرتيرو دوژل کېدو ادعا کړې ده . همداشان د سنګين ولسوال هم د دوو تنو موټر سايکل سپرلو له خوا خپل کور ته نيږدې وژل شوى دى .د قندهار د ميوند ولسوالى کې د يو ماين د چاودنې له کبله ٢ تنه عسکر مړه او دوه تنه نور ټپيان شوي دي. د پکتيا د زرملى ولسوالى د نيکنام پر دولتي پوسته دوه ساعته جګړه شوې چې په کې د دولتي چارواکو په وينا يو مخالف جنګيالى وژل شوى او ٢ تنه نور نيول شوي دي. د امنيتي پوستې ودانۍ په بشپړه توګه ويجاړه شوې ده او طالب اورپکې د يو شمير دولتي عسکرو د وژل کېدو او ټپي کېد خبره کوي . ",هلمند ،قندهار او پکتيا کې مرګ ا ژوبله 1693,," يو شمير وسله والو غلو د مزار - شبرغان د لويې لار په اوږدو کې يو شمير مسافرين لوټ کړي او په ډزو کې يې يو نارينه او يوه ښځه سخت ټپيان کړي دي . مسافرينو په دغه غلا کې دولتي پوليس او امنيتي چارواکي په لاس لرلو تورن کړي دي. ويل کيږي د څا ناڅه ٤٠ موټرو سپرلۍ لوټ شوي دي. ",د شبرغان او مزار په لويه لار وسله واله غلا 1694,," لپه د محمد نبي ساحل په مسوول مديريت درې مياشتينۍ مجله ده چې په پښتو سربېره دري مطالب هم خپر وي د لپې پرله پسې درېيمه او څلورمه ګڼه په ١٣٠ مخونو کې تازه له چاپه راوتلې ده . ",د لپې پرله پسې درېيمه او څلورمه ګڼه چاپ شوه . 1695,," میرویس جلالزی : د بالیوډ د سینما ستوري سنجې دت د بمبي ښار په هغه چاودنه کښي لاس لري چه 300 تنه پکښي وژل شوي وو  چارواکي وایې سنجې دت ابو سلیم نومي هغه کس ته چه په دې چاودنو کښي یې لاس درلود چاودیدونکي توکي او وسلې قاچاق کړي وې . ابو سلیم د بمبي ښار د 1993 کال له چاودنو وروسته پرتگال ته تښتیدلی وو او تیر کال یوې هندي محکمې راوغوښت او  پوښتني ئې ترې پیل کړي . ابوسلیم د چهار شنبه په ورځ ویلي چه سنجې ورته وسلې او چاودیدونکي توکي برابر کړي دي خو سنجې دت دا تورونه نمني او وایي چه یو ستوری دا کار نکوي . د سنجې دت لمړی فلم راکي وو او وروسته له هغه را ووت چه مور یې نرگس مړه شوه او نوموړي د خپل مور له مړیني وروسته د مخدره توکو په استعمال لاس پوري کړ سنجې دت د بالیوډ د هغو افغان دوستو ستورو له ډلي دی چه گڼ شمیر افغان ځوانان وسره مینه لري او وروستی فلم یې (مونا بای ام بي بي اس) دی . دی په غټه شمیره په ویره اچونکي فلمونو کښي رول لري چه په وار وار د هند دولت له نوموړي غوښتي تر څو له داسي ډول فلمونو دجوړوني لاس واخلي ځکه د ځوانانو د اغوا ثبب گرځي . ",سنجې دت په چاودنو کښي په لاس لرلو ګرم بلل شوی 1696,," میرویس جلالزی :  د اټکی د هلمند د والي ومرستیال حاجی محي الدین څرگند کړ . د سنگین ولسوالۍ ولسوال میراجان د جمعه په ورځ په خپل کورکي وروسته له هغه د دوو تنو په موټر سایکل سپرو له خواه ووژل شو چه له خپل کورنه د وتو په حال کښي وو  میراجان په دې ورستیو ورځو کي د دې ولسوالۍ مقام ته رسیدلی وو . د هلمند د والي مرستیال وایې دا کار د طالب اورپکو دی . له بل لوري په همدې ورځ په پکتیا کښي طالبانو د پولیسو په یوه پوسته برید کړی چه د چارواکو په وینا د ډزو په ادلون بدلون کښي یو طالب وژل شوی او دری نور ټپي نیول شوي دي . تر 100ډیر پوځي بهرني او افغان سرتیري په روان کال  کښي وژل شوي دي . ",د هلمند سنگین ولسوالۍ ولسوال طالبانو وژلی دی 1697,," میرویس جلالزی : د امریکا ولسمشر دخپل اسیایي سفر په ترڅ کښي د کلکو امنیتي تدابیرو په منځ کښي په پاکستان کي کښته شو  جورج بوش د جمعه په شپه ناوخته له هند نه په یو ه ترانسپورتي الوتکه کښي د پاکستان اسلام اباد هوایي ډگر ته ورسید او له هغه څایه یې خپله الوتکه بدله او په یوه چورلکي کښي د هغه هیواد سفارت ته ستون شو . چارواکي وایې جورج ډبلیو بوش په خپل دې سفر کښي له جنرال مشرف سره د پاکستان د جمهور ریاست په ماڼۍ کښي د تروریزم په وړاندي د گډي مبارزې په هکله خبري وکړې. د نوموړي له سفر سره سم د پاکستان د مذهبي ډلو مشرانو په لاهور کراچی پیښور کوټه ښارونو کښي  په لاریونو لاس پوري او د بوش گوډاگیان یي د اور خوراک کړل . د امریکا ولسمشر لومړی افغانستان بیا هندوستان او وروسته بیا پاکستان ته والوت او دا چه وروسته به په کوم لوري وغوځیږي سپیني ماڼۍ څه نه وایې . ",دامریکا ولسمشرجورج ډبلیوبوش اسلام اباد ته ورسید 1698, وحيد سپين غر _كابل,"  وحيد سپين غر _كابل  دڅه مودي راهيسي دپاكستان د بلوچستان په ايالت كي حالات كړكيچن شوي اودهري ورځي په تيريدوسره حالات نور هم له كابوكيدونه وزي چي اوس يي ديوي لويي جګړي څيره ځان ته غوره كړي ده ،په سيمه باندي هره ورځ دپاكستاني پوځ له لوري ځمكني اوهوايي بريدونه ترسره كيږي اوحالات نور هم له كنترول نه وتي دي  په پاكستان كي دايو روايت ګرځيدلي چي دهيواد دداخلي ستونزو اوبحرانونوتور بايد په بهر اوپه ځانګړي توګه په ګاونډيوهيوادونوباندي ولګول شي  دبلوچستان داوسنيونااراميو تورونه هم پاكستان په ګاونډيوهيوادونولګوي اوداهيوادونه دبلوچستان په ناراميوكي ككړ ګڼي اووايي چي افغانستان اوهندوستان په دغوناراميو كي لاس لري اوبلوڅوشورشيانوته وسلي وركوي ،په داسي حال كي چي تراوسه په دي هكله هيڅ ثبوت اوشواهد وجودنه لري چي ددغوهيوادونولاس وهنه دي ثابته كړي  دبلوچستان مخالف ګوندونه هم دپاكستان دابي بنسټه دعوي په كلكه ردوي اوزياتوي چي دبلوڅومحروم خلك دپنجاب دظلم اوتيري نه په تنګ راغلي اوغواړي خپله ازدي اوخود مختاري ترلاسه كړي  كه څه هم چي دهند اوافغانستان په وړاندي دپاكستان بي بنسټه ادعاوي هيڅ اساس اوبنياد نه لري بلكه ددي پرخلاف داسي دلايل اومنطق شته چي هغه دبلوچستان په ناامنيو كي دافغانستان اوهند دهيوادونولاس وهني ناشوني ګڼي چي ډير لوي دليل يي اقتصادي دليل دي لكه څنګه چي خبرياست د تركمنستان ،افغانستان ،هند اوپاكستان ترمنځ په دي باندي پريكړه شوي چي دتركمنستان دګازونل ليكه به دافغانستان له لاري پاكستان او هندوستان ته غځول كيږي چي دانل ليكه دبلوچستان داوسنيوناراموسيمو نه تيريږي نوكوم عقل اومنطفق به داومني چي افغانستان يا هند دي پخپل لاس ځان ته اغزي وكري اوددومره لويي پروژي په وړاندي چي دكلونو كلونوانتظار نه وروسته يي دجوړيدوفيصله شوي خنډونه راايجادكړي ،بله خبره داده چي افغانستان اوس په داسي موقعيت كي نه دي چي وكولي شي ګاونډيانوته ستونزي جوړي كړي اويا دهغوي د مخالفينوسره دوسلواوتجهيزاتومرستي وكړي ،افغانستان پخپله دنړيوالومرستي ته اړ دي څنګه به دنوروسره مرسته كوي  ددغوڅرګندواوښكاره دلايلوپه اړخ كي دبلوڅودازادي غوښتونكوتحريكونواو ګوندونو له لوري تل داويناوي شوي اوهغوي په دي باندي ټينګار كوي چي ددوي اوسني غورځنګ څه نوي غورځنګ نه دي بلكه داغورځنګ دپاكستان دراپيداكيدوسره جوخت جوړشوي اوهروخت يي دبلوڅوولسونودازادي اوحقوقودترلاسه كولومبارزه پرمخ وړي اواوسني پيښي هم دازادي دتحريك يوه برخه ده  د جمهوري وطن پارټۍ مرستيال شاهدحسېن بكټي په دي هكله وايي : دپاكستان واكد اران دخپلوغلطيودپټولوپه خاطر كله په هندوستان اوكله په افغانستان تورلګوي چي دوي په بلوچستان كي لاسوهني كوي ،هغوي به څنګه زموږ په چاروكي لاسوهنه كوي ؟ اصلآخودپاكستان پوځ دي چي دافغانستان په چاروكي لاسوهنه كوي اوداشل ،پنځه ويشت كاله وشول چي پاكستان په دغه لوبه لګيادي اوپه افغانستان كي يي ګډوډي رامنځته كړيده ،دوي غواړي چي په افغانستان كي خپل لاس پوڅي حكومت جوړكړي اوس چي افغانانوپخپله خوښه حكومت جوړكړي داسلام اباد واكداران په دي خوښ نه دي اوپه افغانستان تور لګوي چي بلوچستان ته وسلې استوي ،كه چيرته وسلې استوي نوولي يي دپاكستان حكومت مخه نه نيسي ؟ رښتيا خبره خوداده چي دوي خوشي دروغ وايي ،ددوي سره هيڅ ثبوت نسته اوالزام لګوي ،موږ خپل حق غواړوخودوي په موږ بمباري اوتيري كوي ،دوي هيڅكله رښتيا نه دي ويلي دوي هركله دروغ وايي دبلوچ نيشنل پارټۍ مرستيال حبيب (جالب ) وايي : دپنجاب اميرياليزم پښتون ،بلوچ اونورقومونه نشي برداشت كولي كه دوي داوايي چي اكبر بكټي اومري بلوڅوسيمو شورش كړي اوزه يي بمباري كوم نوزه ورته وايم چي محمودخان اڅګزى چي يو پښتون مشر دي اوټوله ورځ په اسلام اباد كي پخپل كاركي لګيادي نودهغه په كورولي چاپې وهي دكورسامانونه ېي ورته ماتوې پيره داران اوكسان ېي له ځانه سره وړې ؟زه خووايم ياجنرال مشرف ليونى سوي دي چي داكارونه كوي اوياډير هوښياردي اووايي چي همدايي وخت راغلي چي بايد بلوڅ اوپښتون قوم وټكول شي ترڅودپنجاب مكمل تابعيت وكړي اودپنجاب مستعمره شي ،خوزه ورته وايم دانشي كيداي  دا يوه ښكاره خبره ده چي پښتانه ،بلوڅان اودپاكستان نوراقليتونه دپنجاب دحاكم قوم دظلم اوتيري نه په تنګ راغلي اودپنجاب په وړاندي يي په قيام لاس پوري كړي اودازادي غوښتونكي دي ،خوپنجاب په بيلابيلونيرنګونوغواړي ددغوقومونوسيمي نارامه كړي اوپه ديتوګه خپلوناولوهيلوته ځان ورسوي  دبلوچستان دنشنل پارټۍ يومشر ښاغلي محي الدين (بلوچ ) وايي :دايوازي دبلوڅو دازادي تحريك دي چي دخپلوحقوقودلاس ته راوړلولپاره مبارزه كوي ،بلوڅ هغه ميړني قوم دي چي تل يي دخپلوحقوقولپاره مبارزه كړي اواوس يي هم كوي داچي دپاكستان حكومت په موږ دبهرني امدادالزام لګوي په دي كي هيڅ صداقت نشته دپنجاب حكمرانان په داډول دروغوسره غواړي خپلوتيريواوتجاوزاتوته دلايل پيداكړي دوي دروغ وايي ،دايوازي بلوڅ تحريك دي چي دخپلي ازادي غږيي اوچت كړي دهيچا امداد ورسره نشته ،زموږ خوش قسمتي په دي كي ده چي اوس دخداي په فضل بلوڅ اوپښتون قومونه دواړه سره يولاس شوي اوپه ګډه دخپلوحقوقولپاره مبارزه كوي   دپښتونخواملي عوامي پارټي يومشر سناتور رضامحمد (رضا) په دي اړوند داسي وايي : دانګريزانودوتلونه وروسته ددي په ځاي چي پښتون افغان قوم ترقي كړي واي ددي خلاق قدرت دپنجاب استعمار ته په لاس ورغلي چي دپښتون افغان په وړاندي يي هغه كارونه وكړل چي انګريزانونه وو،كړي اولازم يي نه وو،ګڼلي خوپنجابي وكړل ، دټول پښتون دكمزوري هڅي يي وكړي ،پښتون يي بئ تعليمه پريښود ،پښتون يي پخپلوكي تقسيم كړ ،هرډول توطيي يي وكړي اوداتوطيي يي اوس هم دادي رواني دي  دپاكستان دجوړيدونه بيا تراوسه په پاكستان كي واكمن قوم پنجاب تل داهڅه كړي ترڅونورواړه قومونه ترخپلي ولكې لاندي راولي اوددوي دوسايلواوامكلاناتونه پخپله ګټه كارواخلي ،له همدي امله ده چې په پاكستان كي دهري ورځي په تيريدوسره دپنجاب په وړاندي دنورولږكېووقومونوغوسه راپاريږي اوټول قومونه دازادي غوښتنه كوي  دپښتونخوا ملي عوامي پارټي يومشر مختار خان په دي هكله داسي وايي : دپاكستان واكدارانوله لومړي ورځي داهڅه كړي اودلته يي دقومونودبرابري په اساس نه بلكه دقومونودمحكوميت پاليسي يي مخكي وړي ده ،بايد پښتون ،بلوڅ ،سندي سراييكي اوبنګالي دپنجاب تراقتدارلاندي ژوند وكړي اومحكوم قومونه واوسي ،په خاصه توګه دپښتون قوم په وړاندي دپنجاب پاليسي داده چي دلته پښتون قوم محكوم وساتي اوبيا دازادافغانستان دترقي اوابادي په وړاندي خنډونه راولاړكړي  يوڅه چي ډير روښانه اوڅرګند دي هغه دپاكستان دوه مخي پاليسي اودوه ګوني كړه ني دي ،څه دهيوادپه دننه اوڅه هم دګاونډيانوپه وړاندي دپاكستان پاليسي تل دوه مخي اوددښمني نه ډكه وه چي په كي هيڅ ډول رښتينولي نه ښكاري ،دغه رازدبلوچستان په پيښوكي دپاكستان دادعوه چي ګاونډي هيوادنه په دي پيښوكي لاس لري اوياوسلي ليږي رښتيني خبره نه ده اونه هم پاكستان چيرته رښتيا ويلي دي  پاكستان بايد په دي پوه شي چي په ګاونډيانوباندي په تورلګولو نشي كولي چي دبلوچستان دپېښوپه رښتېني ا نځورباندي ددروغوپرده وغوړوي ،دبلوچستان دپيښورښتيني انځور دبلوڅودازادي غورځنګ اودبلوڅودرواحقوقوداعيه ده چي اوس يي دپنجاب د واكدارانوپه وړاندي ديوه رنګين قيام څيره ځان ته غوره كړي ده. ",دبلوچستان دپېښو رښتينى انځور 1699,," د هغه چاودنې په ترځ کې چې نن د بغداد په جنوب د زعفرانيه په سيمه کې رامينځ ته شوه ٧ تنه مړه او ٢٠ تنه نور ټپيان شوي دي. پوليسو ويلي چې دغه درنده مرګ او ژوبله په يوه غريبه سيمه کې رامينځ ته شوه.يوه ورځ وړاندې ددغې سيمې په پنځه کيلومترى کې د ٢٠ تنو کارګرو مړي پيدا شوي وو .په نننۍ چاودنه کې چې د بسونو په يو تم ځاى کې شوې د سپرليو درى موټر سوي دي. ",په بغدادکې ٢٧ تنه مړه او ټپيان شول . 1700,," افغان چارواکو خبر ورکړ چې د بدخشان د فيض اباد په ښار کې يې د الماني فوځونو په اډه د يوتوغندويي بريدمخه نيولې او دوه توغندي يې مخکې له دې نه ،چې د المان په فوځي اډه وتوغول شي ،شنډ او له کاره غورځولي دي.د المان څه ناڅه ١٠٠٠ تنه ځواکونه د افغانستان په شمال او شمال شرق کې د( پي ار ټي )په چوکاټ کې فعاليت کوي. ",په المانى اډه ديوبريد هڅه په بدخشان کې شنډه شوې . 1701,," د افغانستان د بهرنيو چارو وزير عبدالله ويلي چې د ايران اتومى لانجه دې د ديپلوماتيکې لارې ،چې هم ايران او هم نړيوالې ټولنې ته دمنلو وړ وي ،حل او فصل شي . ده وويل چې دايران او نړيوالې ټولنې ترمينځ ددغه لانجې تاوتريخوالى په سيمه او افغانستان باندې منفى اغيزه لري ، هيله ده چې تر هغه ځايه ونه رسيږي. ده ايران ته د افغان ولسمشر کرزي د سفر په اړوند وويل چې په نيږدې راتلوونکي کې به دغه سفر ترسره شي . ",عبدالله:دايران لانجه دې د ديپلو ماتيکې لارې اواره شي 1702,," د خوست ولايت مذهبي ټولنو نن د يوې ناستې پر مهال د طلوع ټلويزيون پر خپرونو کلکې نيوکې وکړې او يو شمير خپرونې يې داسلام او دخلکو د فرهنګ ضد وبللې او د ټلويزيون له چارواکو څخه يې وغوښتل ،چې په خپرونو دې پوره غور وکړي. د طلوع ټلويزيون خپرونې په دې وروستيو کې په خوست کې پيل شوي دي.له دې وړاندې د افغان ټلويزيون هم يوې محکمې د غيراخلاقى خپرونو په لرلو سره په ٧٠ زره افغانى جريمه محکوم کړ. ",د طلوع ټلويزيون په خپرونو نيوکې . 1703,ډاکټر خیرخواه,"     بــابـــا (فــخر افـــغـــان) دی افتـــخـــار د پښتنو بــــلبـــــل د آزادۍ وپـــــــــه ګــــــلـــــزاردپـښــتـنــو فـــــطرت ورتــــــه ورکـــــړی وه جــــــذبـــــه د قــومــــــــیـــــت                وږمـــــه دبـــــــیداری وه پـــــــــه کـــــهســـار دپښتنو یــــو پــــټ غــــوندی احـساس وپاریدلی د خپل عــــصــــــر              دتـــــوری شـــــــپی پــــه غيـږ کې وسهـــــار دپښتنو جـــــرس د بیــــدارۍ و دبـــــی نیازۍ په خوب ویدو تــــــــــه              دشـــــــــور مـــــــــسته چــــپه وه پـــــــه دیار د پښتنو د ګـــــل پـــــه مـــخ شـــبنــــــــــــم ودژونــدون دښــــکلا راز  و              لـــــوی روح د مـــــســــیحاو پـــــه بــــهــــــار دپښتنو د ســــــتړو ارمــــــانـــــونـــــــولار ورســـــــــــــو مــــزلــــــو تــــه                روڼ ســـــتوری دســـــبــا وښــــــــه ســـــالار دپښتنو د بـــیلــــتون دبــــلی شــــمــــــــــع د طـــــواف پـــــه جـــذبه کې                هـــغــه ســــوی پـــتـــنـــګ وپــــه انــــــګـــار دپښتنو (عــــدم تــــــشـــــدد) ئـــــی وه تـــــــګ لاره ســــــیــــــــاســـــی                 کـــه غــــر څــومره اوچــت دی شی پری لار دپښتنو دتــــوری اوســــــیـــــاســـــت ســــــره د عـــــلــــم مــــــــشـــوق و               هــغـــه کـــــاوه پـــه عـــلــــم هـــــم سیـنـــګار دپښتنو چــــې لـــر اوبـــر افــــغـــان دی یـــو هـــیـــــواد او یــو مــلــــت               هــغــه و پـــــورتـــــــــه کــــــړی د ا  شــــــعار دپښتنو افــسوس د نـــــاپـــوهـــــۍ لـــــه وجـــــی مـــــــــــونـــږه پښتنو               په خپل وخت تشخيص نکړو خدمتګار د پښتنو پــه ژونـــد ورســـره نـــشو پــس لــه مـرګه ئی ارمــــــــــــان کـړ              اوبــه لـــه ورخــه تــیر شـــــوي پــه روزګار دپښتنو دښــــــمـن تـــــه لاس پـه نـام یـومـګر خـپـل منـځ کـې جنګیږو              د شــــــرم غــونـــــدی ډک دي دغـــــه کــــار دپښتنو یو په فیل د انګلیس سپوروبل د روس په تانک کې راغي             لــعــنــت دی وی پــه داســـي زمـــــامـــدار د پښتنو بــــابـــا زمــــــونــــږ  پــــــه غـــم کــــــې زنـــدانـــــونـــه وګـــالـــل              هـــغـــه دښـــمــن تــه ورنــــــکـــړ اخـــتـــیار دپښتنو راځــــــۍ چـــــــې د تــاریــــخ نــه د عــبــرت درســونــه واخــلــو              راځـــۍ چــــې کــــړو تـــعـــقــیــبـه دغــه لار دپښتنو د (غــــــنــی) پـــه پــلـــــوشــــــــو کـې (ولــی) لاره ومــونــــدلــه              هــــر یــــو ئــي پــه خپل وخــت کې وسردار دپښتنو ( نسیم ولی) د نــــاز په خـــــوب ویـــدی غـنـچی کـړی ویښي            کــــامیــاب غواړو اوس دلته (اسفندیار) دپښتنو ولـــــی لاړو زمــــــونــږه دخـــوشــحــال او ایـــــمــل څـــنګ تــه             ســـپــيــڅــــلـی پــيــښـــور دی لــــوی مــزار دپښتنو د(بــابــا)پـــــــه وصــيــت کــې ســـــــــياســی بصـيرت ډير  دی            پــــــــه روح ئــــی مـــنـــوردی نــــنــــګرهــــار دپښتنو هـــــــغــه وویـــل افـــــغــــان دپــــــيــښــور او کــــــابــل یـــو دې              خـــــيـــبـــــر د تـــــــلــــــــو راتـــلــــو ده يـــولار دپښتنو راځـــــــۍ ســره یــو شـــــــــو کــه یــــو نـــشــــو مــحــــوه کــیــږو             حـــــوادثـــــو خــــتــــم کــــــړی انـــــتـــظــــــار دپښتنو جــرمــن چــې دښــمــن بــیـــــــل کړ ســره بیـرته یو مــــلــــت شو             راځـــۍچـــــې  اوس راغــــلـــی داســــي وار دپښتنو راځــــــــۍ چــې د نــفــــــــاق او بـــدبــیــنــۍ ریشــی کړو وچی              راځــۍ چــې مــــونــــږ وانــخــلــو نـــور ازار دپښتنو راځــۍ د طـــوفـــانــو مــخــې نــه یــوبــل تــه نـــــــژدی شـــــــــــو            (محمود)ٰ  او(فضل خان ) دی هم غمخوار دپښتنو پــښــتــونــــه پــيــســتون کــې لــوړتــیـــا اوبــری ویـــــــــنــــــــم             څـــرګــنــد دی پــــه وحـــدت کــې اقــتــدار د پښتنو افغان ملت جوړیږی په تدبیر او په همت خــاونــده خــزان نــکړی دا بــهـار دپښـتنو ",دخان عبدالولي خان په یاد 1704,," ", 1705,," دولتي چارواکو منلې چې د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ د امنيتي چارو مسئول له ٣ تنو ساتونوکو سره يو ځاى په يوه بمى چاودنه کې وژل شوي دي. له دې وړاندې د سنګين ولسوال هم له کورڅخه دکار په لوري د تګ پر مهال په يو وسله وال بريد کې وژل شوى وو. ",د ناوې امنيتي مسئول سره له ٣ تنو وژل شوى دى. 1706,حقمل," د ائيتلافى ځواکونو په خبر پاڼه کې راغلي چې د يوې نښتې په ترځ کې تيره ورځ په قندهار کې يو ائيتلافى عسکر او دوه تنه مخالف جنګيالي وژل شوي دي .په خبر پاڼه کې راغلي چې دغه عسکروروسته له ټپى کېدو د قندهار په هوايي ډګر کې د ائيتلافى ځواکونو په روغتون کې د درملنې پر مهال مړ شو . ",يوائيتلافى عسکر او ٢ مخالف جنګيالى وژل شوي دي 1707,خقمل," افغان پولې ته نيږدې د شمالى وزيرستان د ميرانشاه او ميرعلى په سيمو کې د پاکستانى ځواکونو او طالب پلويانو ترمينځ د فوځى چورلکو په ملتيا درنده جګړه شوې چې په کې ٧٠ تنه طالب پلويان ،٣ تنه پاکستانى عسکر مړه او ٩ تنه نور ژوبل شوي دي . سيمه ايز ځايي اوسيدونکي له خپلو کورنو څخه تښتيدلي دي او په سيمه کې حالات دم ګړى لا هم ډير ترينګړى دي . ملکى وګړو ته هم په کې مرګ او ژوبله اوښتې او په دغه درنده جګړه کې ډير کسان ټپيان او له کبله يې مالي زيان رسيدلى دى. دغه بريد پر داسې مهال شوي چې د امريکا ولسمشر جورج بوش د پاکستان په کتنه او ليدنه بوخت وو.پاکستانى چارواکى تورلګوي چې وژل شوي کسان د طالب جنګيالو پلويان دي.په سيمه کې يو شمير خپلواک خبريالان د وژل شويو کسانو شميره ١١٠ تنه بولي. ",په شمالى وزيرستان کې درنده مرګ او ژوبله 1708,حقمل," د هسپانيا هېواد د افغانستان په پلازمينه کابل کې په تهران کې د دغه هېواد دويم چارواکى د خپل سفير په توګه معرفى کړى دى . (خوسه تورپين ملينا( چې ٥٨ کاله عمر لري د اقتصادى علومو کارپوه دى او ٢٤ کلنه ديپلوماتيکه تجربه په هند، کلمبيا ،عربى متحده اماراتو او ايران کې لري . ",هسپانيا نوى سفير په کابل کې معرفى کړى. 1709,," په تيره اونۍ کې په افغانستان کې د وژنو، غلاوو او ټپي کېدو٨٦ پېښې رامينځ ته شوي دي ، چې يوازې ١٣ يې دوژنو دي . ټول ټال د دغو پېښو په تور ١٢٨ تنه نيول شوي دي . د کورنيو چارو وزارت د جنايي جرمنو يو چارواکي وويل :په کابل کې د ٣ وژنو په ګډون ٣٧ جنايي پېښې تيره اونۍ رامينځ ته شوې ، چې د هغو څخه ٣٠ يې پيږندل شوې او په تور يې ٨٥ تنه نيول شوي دي. ",د وژنو ، غلا او ټپى کېدو٨٦ پېښې 1710,حقمل," د الجزيرې ټلويزيون د شنبې په شپه د القاعدې د دويم لوړپوړى چارواکى ايمن الظواهري پټه خپره کړې چې په غربى نړۍ کې يې د اسلام د پيغمبر محمد (ص) د کارتون د خپاروې په اوړند ټينګه نيوکه کړې او دا يې د غربيانو له لوري د اسلام قصدى سپکاوۍ بللى دى. ده په فلسطين کې د حماس د ډلې د بريا هرکلۍ وکړاو له مسلمانانو يې وغوښتل چې غرب اود غرب پلوى مسلمان هېوادونه لکه دعربستان ، مصر ، اردن ، پاکستان او تونس په څير تربريد لاندې راولي .ده په ځانګړى ډول د غربى نړۍ اقتصادى جوړښت ته ګوته نيولې، چې تر بريد لاندې راشي. ده وويل په نيويارک، واشنگټن ، مادريد او لندن باندې بريدونه ښې بيلګې دي .ده له مسلمانانو وغوښتل چې د غربيانو له لوري دې د نفتو د غلا مخه ونيسي . ",د الظواهرى نوې ويديويي پټه خپره شوې 1711,,"   تیره ورځ په هغو سیالیو کې چې دطلوع تلویزیون له څه مودې راهیسې دروشان کمپنۍ په مرسته پیل کړې وې او دافغان ستوری چې سندرو ویلو وروسته ټاکل کیده ددغه تلویزیون له لارې احمد شکیب همدرد وټاکل شو. دافغان ستوري سیالۍ ته زرگونو تنو دانگلي وه چې ترې دولس تنه غوره وگڼلای شو په پایله کې احمد شکیب همدرد لومړی، عبدالسمیع یوسفزی دوهم او سیر ولیزاده دریم شول ورته طلوع تلویزیون لومړي ته ٣٠٠٠ ډالره، دوهم ته ٢٠٠٠ ډالره او دریم ته ١٠٠٠ ډالره ورکړای شو. ",طلوع تلویزیون افغان ستوری وټاکه. 1712,,"   په افغانستان کې دامنیت لپاره دنړیوال مرستندویه ځواک ایساف له لورې پع خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددغو ځواکونو دهرات دولایتي بیارغونې ټیم PRT چې مشري یې ایټالیا کوي ددغه ولایت په قرباغ ولسوالۍ کې دوه ښوونځي رغولي. پر دغو ښوونځیو دوه لکه ډالره لگیدلي او د٤٠٠٠ زده کونکو لپاره به ددرس ویلو زمینه برابره کړي. ",دایساف ځواکونو په هرات کې دوه ښوونځي ورغول. 1713,," تر پنځه کلنۍ عمر کم د ٧ اعشاريه ٢ ميليونو افغان ماشامانو د ګوزڼ د سراسرى واکسيناسيون لړۍ د دريو ورځو له پاره په ټول افغانستان کې نن پيل شوه.پرون افغان ولسمشر حامد کرزي د يو لړ مراسمو په ترځ کې د يوماشوم په خوله کې د څو څاڅکو واکسين په څڅولو سره دا لړۍ رسما پرانيستله . د عامې روغتيا وزير وايي د دغه کمپاين د ښه ترسره کولو له پاره ٤٠ زره کسان ګمارل شوي دي او اوس مهال د قندهار او ارزګان په سيمو کې د ګوزڼ يو شمير پېښې تر سترګو شوي دي.په دغه کمپاين ٤ ميليونه ډالر لگښت راځي . ",٧ اعشاريه ٢ ميليونه ماشومان به دګوزڼ واکسين شي 1714,حقمل," د چين لومړى وزير ( وين جيا بايو ) نن د دغه هېواد د خلق د ملى کنګرې د٣٠٠٠استازو په ناسته کې ژمنه وکړه چې د غريبو کليوالى سيمو او بډايو ښارنو ترمينځ د واټن د لري کولو له پاره به هلى ځلې وکړي او په دې اړوند به په بودجه کې زياتوالى راشي . ده وويل :د چين اقتصاد به روان کال ٨ فيصده وده کړي . په روان کال کې به د چين د فوځي ځواکونو بودجه ٣٥ ميليارد ډالرو ته ورسيږي .د چين د وګړ شميره يو ميليارد او ٣٠٠ ميليون انسانانو ته رسيدلې ده او دوه نيم ميليونه فوځ لري. ",د چين د پارلمان کلنۍ ناسته جوړه شوه. 1715,," د جاپان خبري رسنيو نن د دغه هېواد دروغتيا وزارت له خولې ليکلي ، چې ددغه هېواد څه ناڅه نيمايي ميرمنې چې د ٣٠ کلونو په شاو خوا کې عمر لري ،هيڅ اولاد نه لري او سياستوال يې دم ګړۍ له يوې بيړنۍ ستونزې سره مخامخ کړي دي.چاپانى چارواکو پنځه راتلوونکى کلونه د وګړود کمښت د مخنيوي د هلوځلو په لاره کې ډير مهم بللي دي. ",د چاپان نيمايي ميرمنې اولاد نه لري . 1716,حقمل," د قندهارد شاولى کوټ په لسوالۍ کې د شنبې په ورځ يو کانادايي سرتيرى هغه مهال په تبر دشا له خوا ووهل شو، چې ددغه سيمې د ځايي اوسيدنکود سپين ږير او استازو سره د دوى ګډه ناسته جوړه شوې وه .بريد کوونکۍ ځاى پر ځاى په ډزو کې د ائيتلافى ځواکونو له خوا وژل شوي دى .ژوبل شوى عسکر اوس مهال د قندهار د هوايي دګر په روغتون کې تر درملنې لاندې دى . دکاناډا څه ناڅه ٢٢٠٠ ځواکونه په قندهار کې ميشت دي.همدا شان د يوبل خبر له مخې يو بل کاناډايي سرتيرى چې په جرمنى کې تر درملنې لاندې وو، مړ شوى دى. ",يو کاناډايي سرتيرى په تبر وهل شوى دى . 1717,," د پاکستان د تلويزيون د خبر له مخې د دغه هېواد لومړى وزير شوکت عزيزد بريتانيا د لومړى وزير تونى بلر په بلنه نن لندن ته روان شو . ددغه سفر موخه د ملى او نړيوالو مسئلو په ګډون د اقتصادى او دوه اړخيزو اړيکوپه اړوند خبرې کول بلل شوى دي . ",د پاکستان لومړى وزير لندن ته لاړ. 1718,," دفيض اباد د عامې روغتيا د روغتون ودانۍ ته نيږدې نن غرمه هغه مهال چاودنه رامينځ ته شوه چې څو شېبې وړاندې له دغه ځايه د بدخشان دوالى منشى عبدالمجيد په ګډن د ( پى ار ټى ) د موټرو يو کتار تير شو . دمرګ او ژوبلې په هکله تراوسه پوره رپوټ نشته يوازې د ٤ تنو د ټپي کيدو پخلى شوى دى. عينى شاهدانو بينوا ته وويل :چې دغې چاودنې ډير مالى زيان اړولى دى اوکابوڅلور موتر په کې سوي دي او يو هوټل او روغتون ته ډير زيان رسېدلى دى.ويل کيږي چې دغه چاودنه په يو موټر سايکل کې د ريموټ کنټرول له مخې له لرې څخه ترسره شوې ده . ",دبدخشان په فيض اباد کې چاودنه شوې ده . 1719,," دافريقايي وچې د زيمبابوې هېواد يوازې د دوو اونيو له پاره د غنمو زيرمې په واک کې لري .د سختې وچکالى له امله د غنمو زيرمې مخ پر ختمېدو دي او له دې کبله د ډوډى بيه د يوې اونۍ په ترځ کې ٣٠ فيصده جګه شوې ده . مخالفې ډلې په دولت تورلګوي چې ناسمه اقتصادي تګ لاره لري . ",د زيمبابوې هېواد دغنمو زيرمې په ختمېدو دي. 1720,لونګ," روشن : ((( همدا پارسي خپروني مو د افغانستان له پاره کفايت کوي  ))) کلونه کيږي چي له هيوادوالو سره دترسره شويو او روانو نارواوو ، رټلو ، سوځولو ، له کلي کور څخه د شړلو او ملنډو تر څنګ له لويي جرګې څخه بيا تر ملي سروده مو د منل شوي اساسي قانون په رڼا او چوکاټ کي د خلکو دروا حق د غوښتني له پاره ستاسو عالي جناب په نامه او پته پيغامونه درواستول ، هيلي مو وکړې ، سرخلاصي ليکونه درواستول شول ، او آن تر ګرېوان څېرلو ستاسو دربارونو ته درغلو او يا بهتره ده ووايم درغله  ، خو له بده مرغه هغه د چا خبره د يوه توت ارزښت مو چاته ورنه کړ . آن تر دې چي د جواب غوښتلو حق مو هم راڅخه واخست . څه وکړم له خپل ټاټوبي او خلکو سره د ميني په نري رنځ اخته يم بې سياسته مي ورځ نه تيريږي هره ورځ خبرونه اورم خپروني لولم او د انټرنټ پاڼي يو په بل پسې ګورم او په بې وطنۍ کي د وطن مينه پرې ماتوم . (( چا ويل په اسمانو کي د دوو ملکو نغارې په غاړه او لرګي په لاس انتظاردي چي کله يو ملا صدقه يا خيرات ورکړي نو ملکي يې په نامه نغارې وهي ، له ملکو څخه يې چي وپوښتل څو ځله مو نغارې وهلي ، ملکو وويل : ولاکه مو تر اوسه ګړس ترې جګ کړی وي )) نو زما هم نه يوازي ولاکه تر اوسه مينه پرې ماته سوې وي بلکي بيا بيا پښتنو ته پکي نوی سپکاوی اورم او يا لولم . پرون مي په  ټول افغان ويبپاڼه کي يو سرليک ترسترګو سو چي له ځانه يې ور وکاږلم ، ليکل شوي وه (( آ چي ډېوې وژني )) په زړه کي وګرځېدل چي ډېوې خو يوازي زموږ وژل کيږي ، په رښتيآ چي همداسي وه .ليکنه مي چي خبر ته ورته ليکل شوې وه تر اخيره ولوسته چي د نجيب روشن په نامه د افغانستان د ملي تلويزيون ريس په المان کي د ډويچه ويلي تلويزيون له مسولينو سره ليدلي . د دوچي ولي تلويزيون مسولينو دافغانانو له پاره د فوټبال د نړيوالو سياليو چي سږ کال په المان کي ترسره کېدونکي دي ريس صاحب ته په خپلو خپرونو رڼا اچوله ، چي غواړي د لوبو جريان د دوستۍ په نيت په پښتو او پارسي ژبو زموږ د هيوادوالو تر غوږو  ورسوي ، خو دالمانيانو ددې نيت په ځواب کي ( روشن ) د دوچه ولي مسولينو ته لارښوونه کړې ، چي د بېځايه مصرف مخه په هرځای کي چي وی ونیوله شي . اووايي افغانان ټول په پارسي ژبه بلد دي پښتو خپروني اصلآ بېځايه او غير ضروري مصرف بولم ، همدا پارسي خپروني مو د افغانستان له پاره کفايت کوي . ماويل : نور لکه چي هيلي او پيغامونه بې خونده شوي ، نو مي له ځانه سره سلا وکړه چي دا ځل به هرو مرو ستاسو جلالتماب کرزي صاحب او ښاغلي هيوادمل صاحب ته چي په کلتوري او فرهنګي برخه کي ستاسوسلاکار وزير دی سرخلاصی پيغور ليکم . او باور وکړی  همدا اوس لار راڅخه ورکه ده چي خدای مه کړه داسي څه ونه ليکم چي سبا به لکه  د ( روشن ) زه هم مختوری يم . مګر دومره ځان ته حق ورکوم چي دښاغلي نجيب روشن نوم اودغه کړﺉ کار سره پوره توپير لري . ځکه د نجيب مانا لوړه ده او روشن ته موږ روڼ او روښانه وايو ، چي له بده مرغه داسي نه وه . له تيارې سره دده د ټاکني پر مهال دتصادف له مخي د افغانانو هغه ناسته راياديږي چي دده په تياره شخصيت هم يوه ځغلنده تبصره وسوه . چي ياره دا نوم خو موږ هډو چيرته د هيواد په کلتوري او ادبی حلقو کي نه دی اورېدلی ، دا سماروق بيا له کومه سو .  . دی که هر څه وي وي به ، خو زما په دغه سرخلاصي پيغور کي له جلالتماب کرزي صاحب او ښاغلي هيوادمل صاحب څخه د قسم سره يوه هيله ده چي يو ځل د خپلو پښتنو ميندو د خاورو څلي ته ودرېږي او دشناختو ټکولو پرمهال ترې وپوښتي چي زموږ پښتنو او سپېڅلو ميندو موږ دواړو د نورو ميندو دخوشالتيا او درناوي دپاره د هغو يوه برخه ډېر نااهله  بچيان په اوږو وګرځول ، ومو پالل او حتی زيارتونه مو يې هم وکړل ، خو د هغوی يو څو بې لاري ستاسو هډوکي سوځوي او په ژبه مو ملنډي وهي ، زه باور لرم چي د وجدان او معنويت په ژبه به دواړه ميندي چي ماته هم د ميندو مقام لري تاسو جلالتماب کرزي صاحب ته مشوره درکړي چي حامدجانه زويکه  ؛  که دي په وس پوره وي دا ليوني  مه پرېږده چي د قبر خاوره مي پليته کړي ، او همدا شان به زلمي هيوادمل صاحب ته ووايي : مړه هماغه د خوشال منجوري درسره ښه ايسېده ، بلا دي په دې سپېره وزارت سه چي زه دي هم ترې جار کړم او خوشال بابا هم . په پای کي جلالتماب کرزی صاحب او ښاغلی هيوادمل صاحب که خبر دروغ وي ښاغلی روشن يې بايد سپيناوی وکړي چي پر دوی تور لګول شوی دی ، کنه نو بايد د يوه افغان په توګه بايد ترې وپوښتل شي چي په هيواد کي دننه خو دي د ملي تلويزيون څخه دملي کنګرې تلويزيون جوړ کړی ، دا پښتو ژبه دي په کومه کړې ګناه نېولې چي پر المانيانو دي هم نه پېرزو چي ستاسو د يوه مخکښ په اصطلاح د دوزخ په ژبه خپروني ولري ، المانيان خو هسي هم پيدايشي دوزخيان دي ، پرېږده د دوزخ په ژبه خپروني ولري ،ستا يې پرې څه . ستاسو انصاف ته سترګي په لار لونګ ",سرخلاصی پېغور 1721,," د افغانستان د نامتو شاعر او تاريخپوه    ( عبدالباري جهاني ) ", عبدالباري جهاني د جرمني په هامبورګ ښار کي 1722,," د خوړو د نړيوالې ټولنې په غنمو بار موټروته د ارزګان ولايت کې اور اچول شوى دي او څه ناڅه ٢٩ ټنه غنم چې ٩ زره ډالر بيه يې اټکل شوې له منځه تللي دي .همداشان طالب اورپکو د هلمند ولايت د ګرشګ ولسوالۍ د حيدراباد په سيمه کې د تيلو دوه ټانکروته چې د افغانستان ملي اردو ته يې تيل ليږدو ل اور اچولى دى . ",په غنمو اوتيلو بار موټرو ته اور اچول شوي دي. 1723,," د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ يو شميرځايي اوسيدونکوبينوا ته د ملي اردو او پوليسو د چلند څخه په دغه سيمه کې شکايت وکړ او وايي په هغه نښته کې چې د جمعې په ورځ په دغه ولسوالۍ کې رامينځ ته شوه، دولتي ځواکونو يو شمير ملکى وګړى وژلى او بنديان کړي دي . له دې نه وړاندې دولتى چارواکو ويلي وو چې ٨ تنه مخالف جنګيالي يې وژلى او ١٠ تنه نور يې ژوندي نيولي دي. ځايي اوسيدونکي وايي چې وژل شوي او نيول شوي کسان بېګناه خلک دي اوله دولت څخه هيله کوو چې دې دا ډل ناسم چلند مخنيوى دې وکړي. ",هلمند: دولتي ځواکونو ځايي اوسيدونکي وژلي دي. 1724,حقمل," د پاکستان ولسمشر جنرال پرويز مشرف د (سى ان ان) ټلويزيونى شبکې سره په مرکه په افغان ولسمشر حامدکرزي سختې نيوکې کړې او په دې يې تورن کړى دى ، چې په خپل هېواد کې له امنيتي عملياتواو روانوبهيرونو خبر نه دى او نه پوهيږي په طن کې يې څه تيريږي ؟ده وويل هغو دسيسو ته پاملرنه نه کوي چې د پاکستان پرضد په دفاع وزارت او دملي امنيت په رياست کې روان دي . مشرف وايي د پاکستان د بدنام کولو په موخه په قصدى توګه يو شمير افغاني کړى نيوکې کوي .مشرف وويل هغه اطلاعات چې تيره مياشت دکرزي له خوا د طالبانو د مشر ملا محمد عمرپه اړوند ورکړل شوي وو،زاړه او دګټې اخيستو نه وو.خو افغان چارواکى داتورونه نه منى او دکرزى يو سلاکار وايي افغانستان له پاکستان سره ښې اړيکې غواړي او هغه اطلاعات چې د پاکستان په واک کې ورکړل شوي وو،زاړه نه وو.افغانستان د پاکستان د بدنامولو هڅې نه دي کړې . ",مشرف : کرزي نه پوهيږي چې په وطن کې يې څه تيريږي 1725,حقمل," د ماليې وزارت يو چارواکي بينوا ته وويل چې د هرات د ګمرک ، رئيس ، مرستيال ،مدير او يو شمير نور چارواکى ، چې د ناسم کار او بډې اخيستلو له امله ورڅخه شکايت موجود وو، له خپلو دندو ګوښه او په ځاى يې نوي چارواکى ټاکل شوي دي.د ګمرک يو شمير کارکوونکو پرون د نه کارکولو اعتصاب پيل کړ او تور لګوي چې دا ډول بدلونونه سياسي بڼه لري . د مالې وزارت لوړپوړي چارواکى داډول تورونه بې بنسټه بولى او وايي چې دچارو د ښه سمون په موخه دا ډول تغيرات رامينځ ته شوي او په راتلونکې کې به نور هم رامينځ ته شي . ",د هرات د ګمرک لوړپوړي چارواکي له دندې ګوښه شوي 1726,غلام جيلاني ځواك," غلام جيلاني ځواك  د پاكستان پوځي ديكتاتور جنرال پرويز مشرف د بي بي سي د خبريالي باربرا پليټ سره په خپله يوه مركه كي يو ځل بيا د ډيورنډ پر كرښه د ديوال جوړولو او په دي كرښه د ماينونو د كرلو غوښتنه كړي، مشرف ويلي موږ د ماينونو په فرشولو كي مهارت لرو، موږ به په خپله خوا ماينونه فرش كړو او افغانستان دي په خپله خوا فرش كړي. ښكاري داسي چي مشرف نور خپل اعصاب له لاسه وركړي دي، مشرف په خپلو دي څرګندونو خپل استعماري اوافغان دښمنه څيره لا نوره هم په ډاګه كړي، افغانستان په كراتو، كراتو د ډيورنډ پركرښه د ديوال جوړولو سره مخالفت كړي. افغانستان به هيڅكله كوم داسي وړانديز ونه مني چي دكرښي دواړه خوا افغانان سره بيل كړي. حيرانوونكي داده چي مشرف دا ځل پر كرښه د ديوال په خوا كي دماينونو د فرشولو غير انساني وړانديز هم كړي، اوس په ټوله نړي كي داسي هڅي رواني دي چي په مكمله توګه د ماينونو په جوړولو او كارولو بنديز ولګوي پخپله افغانستان هم همداسي يو تړون لاسليك كړي. او د هغي نړيوالي ټلوالي غړي دي چي د ماينونوپه جوړولو او كرلو بنديز لګوي، خو مشرف غواړي له دي غير انساني وسلي نه د كرښي د دواړو خواوو افغانانوترمنځ د بيلتون لپاره كار واخلي او د لرو برافغانانو ترمنځ د اړيكو مخه پري ونيسي. د يوداسي جنرال په توګه چي تل يي په سيمه كي د خپلو استعماري اهدافو د لاس ته راوړولو په موخه له ترهګري او بنسټ پالني څخه ملاتړ كړي او اوس هم ورته ادامه وركوي د مشرف وجدان ته ډيره اسانه ده چي پركرښه د ماينونو دفرشولو وړانديز وكړي، وژل او وروانول له څو لسيزو راپديخوا د آيي ايس آيي ورځني تمرين دي، آيي ايس آيي اوس هم له كشميره تر افغانستانه د ترهګرو اوبنسټ پالانو نه د ملاتړ له لاري خلك وژني او آبادي ورانوي، آيي ايس آيي په مكمله توګه يوه جنايت كارانه سايكالوژي لري او دمشرف دا وړانديز د پاكستان دپوځ د جنايت كارانه ذهنيت ښكارندوي دي. پاكستان بايد په دي پوه شي چي افغانستان په هيڅ توګه نه د ډيورنډ په نارواو كرښه د د ديوال جوړول مني او نه پركرښه د ماينونو فرشول. پخواني شوروي اتحاد او آيي ايس آيي لادمخه په مليونهاوو ماينونه په افغانستان كي كرلي او اوس هم هركال د زرهاوو افغانانو د وژني لامل كيږي. د ډيورنډ په ناروا كرښه د ديوال جوړول او ياهم ماينونه كرل نه يواځي د افغانستان حكومت ته بلكي د كرښي نه هاخوا افغانانوته هم په هيڅ توګه دمنلو وړ ندن، خداي بخښلي ولي خان، افراسياب خټك اود پښتونخواه تقريباً ټولو وطنپالو سياستوالو د ډيورنډ پركرښه د ديوال جوړول غندلي او مخالفت يي ورسر ښودلي، او د ډيورنډ استعماري كرښه يي د لرو برافغانانو ترمنځ د بيلتون يوه كرښه بللي چي هيڅ افغان ته دمنلو نده، نواوس كه پاكستان په خپلي دي غوښتني ټينګار كوي نود آزادي غو ښتني هغه اور چي په بلوچستان كي لګيدلي، لري نده چي پښتونخواه سند اوكشمير ته هم ورسيږي.  مشرف په دي ښه پوهيږي چي د كرښي دواړه خوا افغانان دا وړانديز نه مني د بلي خوا په دومره اوږده او غرني پوله د ديوال جوړول اوبيا دهغي څارنه كول ممكن ندي، او نه په ديوال د ترهګرانو مخه نيول كيداي شي او بيا په تيره چي د ديوال څارونكي د ترهګرانو ملاتړي وي. نوكه مشرف غواړي د ترهګري مخه ونيسي په اسلام اباد او نورو ښارونو اوسيموكي دي د ترهګري د ورزني او دترهګري دملاتړ مراكز له منځه يوسي، دترهګري اصلي مراكز دپاكستان هغه پوځي كمپونه دي چي هلته ترهګرو او بنسټ پالانو ته د افغانستان او هند پرضد روزنه او پالنه وركول كيږي. حقيقت دادي چي مشرف په هيڅ توګه نه غواړي دترهګري مخه ونيسي بلكي پركرښه د ديوال جوړولو او هلته د ماينونو دكرلو په وړانديز پاكستان غواړي دوه نور مهم هدفونه ترلاسه كړي. ۱ – كه احياناً افغانستان او نړيوال ائتلاف دا وړانديز ومني چي د ډيورنډ پركرښه دي ديوال جوړ شي نو په دي توګه به د پاكستان لاس ته يو بل دليل راشي چي ګواكي افغانستان د ډيورنډ كرښه دخپل رسمي سرحد په توګه منلي ده او دا چي په دي توګه به د كرښي د دواړو خواوو ترمنځ افغانانو اړيكي سره وشليږي اوپاكستان به په ډيره اسانه وكولاي شي چي د پښتونخواه قبايلي سيمي دخپل پوره كنترول لاندي راولي ۲ – كه افغانستان د پاكستان وړانديز سره مخالفت كوي او پركرښه د ديوال دجوړيدو مخه نيسي پاكستان ته پلمه په لاس ورشي چي دترهګري مخه پركرښي د ديوال جوړولو سره دافغانستان دمخالفت له امله نه نيول كيږي او په دي توګه به د ترهګري نه به خپل ملاتړ ته ادامه وركړي . خو مشرف په يو حقيقت ندي پوه او هغه دا چي ممكنه نده دتل لپاره د نړيوالو په سترګو كي خاوري وشيندي، هم افغانستان اوهم نړيوال اوس په دي ښه پوهيدلي دي چي پاكستان څه كوي او څه كول غواړي. پاكستان پخپله وايي چي د باجوړ په بريد كي دالقاعدي لوړ پوړي چارواكي وژل شوي، همدا پرون د وزيرستان په سيمه كي ترپنځوسو زيات ترهګري وژل شوي او د وسلو زيرمه يي له منځه تللي، نو ستونزه دا نده چي كرښه نه څارل كيږي او بايد كرښه بنده كړي شي،ستونزه داده چي دننه په پاكستان كي ترهګري مراكز له منځه لاړ شي، پاكستان په دي وړانديز غواړي ځان له د تيښتي لار پيداكړي خو نور د تيښتي لار نشته، پاكستان دوه لاري لري يادي په زغرده د ترهګرو ملاتړ اعلان كړي او يا دي د ترهګري نه خپل ملاتړ او دا فغانستان په هكله خپلي منافقانه پاليسي ته د پاي ټكي كيږدي. ", دپوځي ديكتاتور مشرف غيرانساني څيره 1727,," نن سهار اوه نیمې بجې دکابل ښار دشهرنو دقصابۍ په کوڅه کې یو تن ټکسي چلونکی په خپل موټر مړ شوی څرگنده نده چې دچا دحملې ښکار شوی وي خو دمړي له خولې یو لړ افرازات وتلې چې ښکاري په طبیعي مرگ مړ شوی وي. دعدلي طب ډاکټران سیمې ته تلونکي دي ترڅو وپیژني چې موټرچلونکی څه شي وژلی. ",دکابل په ښار کې یو ډریور په ټکسي موټر کې ومړ. 1728,,"   دنړیوال خوراک پروگرام یا WFP مطبوعاتي دفتر وایي چې پنجشنبه ددغې ادارې دوه کرایي لارۍ چې ٩٣٠٠ ډالرو په قیمت غنم پکې بار وه د دخاص ارزگان او ترینکوټ لارې په اوږدو کې دشپولاغ په سیمه کې دنامعلومو وسلوالو له لوري له موټرو سره یوځای داور په لمبو کې سوځیدلي. دغه اداره وايي ددولت له اړخه دپیښې په اړه څیړنه روانه ده WFP پدې پیښه غمجنه ده ځکه پردغو غنمو د١٢٠٠ خوارو غریبو چاره پرې کیده. ",په ارزگان کې دنړیوال خوراک پروگرام دوه لارۍ سوځیدلي. 1729,,"   دهسپانیا دبهرنیو چارو وزیر میگو انگل مونتیرس افغانستان په یوه سفر راغلی وه له ولسمشر کرزي دبهرنیو چارو وزیر عبدالله سره لیده کاته درلود. په گډ خبري کنفرانس کې ډاکټر عبدالله دهسپانیا دبهرنیو چارو له وزیره دهغه دهیواد له مرستو مننه وکړه او هسپانیا یې دافغانستان غوره دوست وگاڼه. دهسپانیا دبهرنیو چارو وزیر دغه راز وویل چې هیواد یې افغانستان سره دلا زیاتو مرسته پر کولو ژمن دی نوموړي وویل په لندن غونډه کې یې هیواد له افغانستان سره دیوسلو پنځوس ملیونه یورو مرسته کړي . دهسپانیا دبهرنیو چارو وزیر له کابل وړاندې هرات ته هم تللی وه. ",دهسپانیا دبهرنیو چارو وزیر له افغانستانه لیدنه وکړه. 1730,," عبدالودود : وردګ دائيتلافي ځواكو نو عمومي قومندان اوپه افغانستان كې دناټوملكي نماينده دعدليې وزارت دمرستيال په ملتيا له ميدانښار څخه كتنه وكړه دحوت پر ۱۵مه ددوشنبې په ورځ دائيتلافي ځواكونوقومندان جنرل ايكن بېري، دناټوملكي نماينده حكمت چتين دافغانستان دعدليې وزارت معين، ښاغلي هاشم زي له ميدان وردګوولايت څخه كتنه وكړه.نوموړي دميدان وردګوولايت والي ښاغلي عبدالجبار `نعيمي` له خوا رابلل شوي وو.چې په نوموړي ولايت كې سرته رسېدلې چارې له نږدې څخه وګوري. نوموړو د ليدنې په اوږدو كې لومړى دملي امنيت دجلب اوجذب څانګې وكته، ورپسې ميدان ښار ته ورغلل اوميدانښار كې ېې له عامووګړيوسره دولايت پر، پرمختياي چاروپوښتنې ګروېږنې وكړې.ورپسې دښاروالۍ تالار ته ورغلل اوهلته ېې ديوې غونډې په ترڅ كې چې دميدان وردګوولايت ټول دولتي چارواكي ، قومي مشران دولايتي شورا، استازي موجود وو خبرې وكړې. دغونډې په اوږدوكې دميدان وردګوولايت والي ښاغلي نعيمي ټولومېلمنو ته هركلى ووايه اودميدان وردګوولايت پر، پرمختياي چارو اولاس ته راوړنو ېې خبرې وكړې. دائيتلافي ځواكونوقومندان هم خبرې وكړې. په خپلوخبروكې ېې وويل چې ميدان وردګوولايت له هغه وخت نه چې زه تېر ځل ورته راغلى وم، ډېر پرمختګ كړى دى.ښاغلي ايكنبيري ژمنه وكړه چې دافغانستان په بيار غونه، امنيت راوستنې كې به له افغان ولس سره هراړخيزه مرسته كوي .اوډاراچوونكي به نه پرې ږدي چې ولس وځوروي. همدارنګه دناټوملكي استازي حكمت چيتن وويل چې افغانستان كې دطالبانوله پرځېدو،څخه رادې پله ډېر کار شوى دى. خواوس هم لا هدف رسېدلوته لوى لار پاتې ده.او ددې لارې په لنډولوكې به هېڅ كله افغان ولس تنها پرې نږدي.دوى وويل چې نړيواله ټولنه دافغانانوپوره وړې ده، داځل به دوى افغانستان دپخوا په څېر لانجواوناندريو ته نه پرې ږدي. همدارنګه نوموړي ژمنه وكړه چې يوه اوونۍ وروسته به ميدان وردګوولايت كې دبيارغونې ډلې يا پي.ار.ټي مركز پرانيزي اودميدان وردګوولايت په پرمختيا كې به دپام وړ پرمختياي فعاليتونه پيل كړي. همدارنګه په غونډه كې دميدان وردګوولايت قومي مشرانوخبرې وكړې ميدانوردګوكې پرمختګ وستايه او پرځينو ورپېښو ستونزوېې رڼا واچوله اوله نړيوالو اودولتي چارواكوځنې ېې دحل په لياروچاروكې مرسته وغوښته. په پاى كې جنرال ايكنبيري، حكمت چتين اونوروله ښاغلي نعيمي څخه مننه وكړه اودپرمختياپه لاره كې ېې ورسره دډېر مرستوژمنې وكړې. ",ایتلافي ځواکونو مشر له میدان وردګ څه لیدنه وکړه 1731, شیراحمد نظامي," د۱۳۷۳کال دژمي ســـړه کمبله مخ په ټولیدو وه ؛ کله کلــــــــه به یوې خوږې وږمې دپســــــــرلي د راتـــــــلو زیرۍ  راکړی ، خومګر دبڅـــــــــــــــرکې درڼا په څیربه ژر خاموشه  شوه ... مازدیګري ؤ او زه دوظیــــــــــفې څخه دموټرانو ، رکــــــــــــشاؤ او دخلګو په ګڼه ګوڼه کـــــې ستړئ او ستومانه د کورخواته  پلــــــی روان وم . د مــــــــازدیګرلمانځه لپاره یوې جامـــع ته ولاړم ... د لمانځه څخه چې مې سلام مې وګــــــــرځاوه ؛ سترګې مې پریو ځوان ولګیدئ په لیدو مې خپل ګـــــران دوست  احمد را په یاد ســــــو ... کټ مټ سره ورته ؤ... تصمیم مــــــې ونیوئ چې دخپل مســــــافر دوست احمد ولیدوته ورسم ... که ګـــــــــوندې دکابل له سفر څخه بیرته راستـــــون سوئ وي  ...  نومې پټو پر ځــــــــــــــــــان وګـــــــرځاوه او د احمد د کور په تکل وخـــــــوځیدم  ... په لاره کې مې تېرې خاطرې را په ز‌ړه سوې   ... او یودم  وسترګـــــــــــــوته مې   مـــجسم سو...  جګ لوړ قامت ، ښایسته ځـــــــــــــــواني او ښکلئ مردانه چهره خدای ورکـــــړې وه ، ځواني یې دهــــــــــــــــــــــلکانو په زړونوکــــــــې درشک او حسرت انګارونه بلــــــــــــول ... شنې خړې سترګې ، تور ګڼ برېتـــــــــــونه ، صفایی او سلیقه  یې د پېغــــــلو سترګې ورتخنولې ... د احمد ښه اخلاق ، ښه پوهـــه ، صداقت ، مینه او مـــــــــــړانه  په ډېرو لږو ځوانانوکې ؤ...  تواضــع او استغنا هغه دولتونه وه چــــــــــــــــــې پاک څښتن ورته بخښلي وه ... ٭٭٭ یوه ورځ غــــــــــرمه ، دمعمول په شان دواړه د کفټریا (dinning hall kabul unversity ) وخــــــــوا ته روان وو ؛ زموږ په څو ګا مه کې نژدې دپیغلو یوې دلګۍ هــــــــم هغې خـــــــــواته مخه وه ...  په دې دلګۍ کښې یوه ښــکلې نازنینه د نجــــــــــــونو سر خېله وه ... هغه کوچۍ نومېده ... جګه ونه ،نرۍ ملا او تر مـــــــــلا پورې یې اوږد دوه تور ‌ګـــــــــــــڼ ذولفان لکه دوه مـــاران دښکلې کتابي مخ  پر خزانه   یې پهـــــرې کولې ... تورې هوسۍ فـــــامه سترګو یې غشې اورولې ؛  دغنم رنګه جلد ننداره یې د انسان په زړه کــې هیلې او هــــوسونه ویښول   ... د زرکې په شان به  خــرامانیده  ؛ او په شـــــرنګ شرنګ تګ یې د عابرینو سترګې نه مړیدې    ... دیرو ځوانانو یې د وصـــــــــــــــال طمع په خپـــلو زړونو کې روزلي وه... او په مــــــــــرکو ورته  ستړي سوي وه ...! خـــــــــــــــو کوچۍ یوازې د احمد سره بې کچه مینه کوله ... مــــــــا احمد په څنګل ووهئ، او ورته مې وویل : ګوره آشنا ...! ددې بېچـارې سره دومره ظلم مه کوه ...! راته وویل   :    زه ظالــــم نه یم  .... .زموږ ددواړو قسمتونه  دغسې  دي   ...! ورته مې وویل  : ګرانه !  هـــــــغه ستا د مینې لیونۍ ده  ...  لیونۍ ! راته مې وویل  : ما هــــــــم د هغې مینې  یادګار د خپل کـــــوګل په تاج محل کې انځور کړئ  دی  ... چې هرګړی مې سوځي  ...! ماورته ویل : په یاد ولره چی : بې له تا دا  به هیڅکله د کوم بل چا سره واده و نه کړی  ...  ! احمد  وویل  : زه هم حــــــــــیرانی اخیسئ یم   خومــــــــګر زه ښایي درې یا څـــلور میاشتې وروسته  پلار شم...  ماورته وویل احمد !   هـــــــــــغې هوډ کــــــړی دئ چې ټول ژوند به ستا په نامه کښیني .. راته وویل  : ما هم قسم کـړئ دئ چې د خپلې مـاندینې په ژوندن کې به د بلې یـوې پر پالنګ   سر کښې نږدم  ... ماورته وویل یاره ! څـــــــه پرواه لری  ... ؟  مــړونه دوه درې ودونه  کوي  ... راته وویــــــــــــل   : یه  ... یه ...!   دا مـــــــــــــړانه  نه ده  ... چی د هغی د پاکــــــــــې مینې څخه داډول ګټه واخلم ... او خپل دانوی ژوندهم په ویجاړ کړم . آ ښه ،  تا ویل  چـــــــــــــــــــې ناوې ورینداره  بیسواده ده  او تعــلیم  نه ...؟ هوکې  ... خو را باندې ګــــرانه ده ... ځوانه ده ... زر هیلې لـــــــــري ... هیڅوک په خپل مــــلکیت کې د بل چا شـــــراکت نه مني؛ په تیره بیا ښځې په دغه مسله کې خورا حساسې دي . بیا مـې ورته  وویل  :   سږکال مو د فــــراغت کال دئ  بیا خدای (ج) خبر چـــــــــــــې چیرې سره پیدا به کړو او که  یه ...! راته وویل   : دا د تقــــــــــــــــــــدیر کارونه دي ...! کـاشکې زما مور او پلار پنــځه کاله مخکې زماد واده لپاره تلوار نه وائ کړې  ...! ٭٭٭ هغه کال  موږد پوهنتـون څخه فاغ سوو... او هر یو لکه د مچلوغزې د ډبره په شان په خپلو نصیبو پسې ولاړو... ! هغه کال دتاریخ جبر اودزمــــــــــــانې ظلم دحوادثو په سینمایي چـــــــــــــــوتره کې د یوه عجیبه سناریـــــــو په لیکلو پیل وکـــــــړ... زموږ دځوانئ جوش او خــــــــــــــــــــوندونه دنړۍ دقدرت طلبوهیوادو قرباني سوه ... د کوچۍ پلار دلـــــړم  دمیاشتې  دواقعې په ناورین کې په خـپلو وینو ولمبېدئ  ...   دوه ځــــوانان وروڼه یې د پلــــــــــــــــــــچرخي له مېلمستون څخه بیرته کـــــــورته   نه راغلل   ...  مور یې دځــــــوانو زامنو له غمــــــــه ړنده سوه او په لنډه مـــــــــــوده کې  پسې ګور ته ولاړه  ... خــــــو کوچۍ پاته وه او نامــــــــــــــــــرده بخت یې ...  ددنیا ناخوالو ته یې مــــــخه سوه  ... یو وړوکئ ورور او یوه کــــــــوچنۍ خـــــــور یې ورته پاتې سوی  وه  . خوریې غټه سوه په  جرمني کې واده سوه ؛ وروریې کم تحصیله پاته سو ...  ښایی اوس هـــــــــــم د تېلو هټۍ کوي  ... مګر زه او احمد د هـــــــــجرت په څپېړه خوږ ... او دلته په کـــــــوټه کښې سرګــــــردانه یو ...او ښایي منتظر یو چـــــــــــــــــــــې دوطن په واکــــــــــــــــــــــــــــــــــداري کښې د یتیمانو  دوره  کله راځي ... چې موږ هــــــــــــم بیرته کوراوکلی ته ستون سو.... ٭٭٭ په یادونو  یادونو کــــــې د احمد وکـــــــــور ته ورسېدم ؛ دئ  درې میاشتې وروستـــه  پرون دکابل د سفر څخه راستون سوئ  ؤ . په لــــــــــیدو یې هیښ پیښ پاته سوم ... دپېژندلو نه ؤ... ښایسته ګلابي مــــــــــــخ یې لکه دخزان د  رنګرېز په خـــــم کښې رنګېدلئ ؤ... تورې اوریځې دښــــــــــــــــایستو سترګو پر شاوخــــــوا   یې شپول وهلئ ؤ ... ږیره یې تر نیمـــایي زیاته سپینه سوې وه   ...   دقـــــــــــامت ونه یې دغمونو طوفان  ور کږه کړې وه . او نورپه خپـلو اوږو یې د دنیا د نا خوالو بارونه وړلای نه  سو  ...  ګڼ شمېردوستان  او عزیزان یې په راټول ؤ. زما په لیدو یې یوه لـــــــــــــــــــنډه موسکا د خــــــــــــولې پر کنجانو وځلېده  ...  ښــــــایي دیوې  لنډې شېبې لپاره یې  له  دردونه  څخه سکون ومـــــــــــــوند  چې راته  په موسکا سو. یوه شېبه وروستـــه په ژړه غونې آواز یې دزړه حــــــال   راته داسې بیان کړ : سږکا ل ژمی  ډېر سخت ؤ؛ ډېره واوره اورېدلې وه؛ خوراک اود سونګ موادنه پیدا کېدل .......... ډېره ګـــــراني وه ؛ برېښنا نه وه ؛ او دکابل خلګ ډېر  پرېشانه  وه. ښــــــــــــــــــــــــارته دنوي جنـــــګي صدراعـظم دراتلو په ویاړ  پوره یوه میاشت  دمرمیو نغمه  روانه وه  .. . په زرهاؤ راکـــــــــــــټونه او میزایلونه دخلګـــــــــــــو پر کورو ، لارو او کـــــوڅو کې پریوتل  ...   تیاره کربلا وه  ...  هېـڅوک دبل چا په جنازه کښې ګډون نسوای کــولای  داسې صحنې مې ډېرې ولیدلې چې خلګو به خپل مــړي په لاسي ګاډۍ کښې اچـــولي به  وه  یوم او کولنګ یې پر ســر ور ایښي وه او هـــــــــدیرو خوا ته به روان وه ... دمکرویانونو  بلاکـــــــــــونه تش معلومېدئ ... زه او سپین ســرې ادې لـــــــکه بندیان په یوه  بلاک کښې یوازې پاتې وواو دباندې نسوای راوتلای  ... دشاوخوا په ځینو بلاکــــــــــــونو کښې دشپې یویو څــــــــراغ لګېدئ او موږ به ډاډه ســـــــــــــوو چې یوازې نه یو   او بېره به مو کمه سوه . یوه شپه د راکــــــــټونو باران  ؤ... موږ لکه د قپس چــــوغکې د هر درز سره به د یوی خـــــــونی څخه بلــــــــــی خونی ته په تیښته او را تیښته کی    وو... بالاخره سهـــار سو..  په یخ نه وو پوهــــــــــــیدلی جنګ د یو څو شیبو لپاره دمـــــه وکړه ؛ د لمر وړانګو پس له څــو ورځو د بي بي مهـــــــــــرو تپه یې روښانه کړې وه  ... ادې د کړکۍ د مــــاتې هیندارې شـــــاته و لاړه وه؛ تسبیح  اړولې کله  به   خدای (ج)   ته  شکرونه او کلــــــــــــــــه به خلګو ته د حفاظت  دعاوې کولې ...د چایو ګیــلاس می په لاس کې ؤ ...  زه هــــــــــــــــم ورولاړ سوم  .. . چې مـــــې کتل د بي بي مهرو پر ســـــړک خال خال خــــلګ دباندې  راوتلي  ؤ  او په تیښته کـــــــــــې وه . ادې د بي بي مهرو د تپې په لمنه کې یوه کورته اشاره وکـــــــــــــــړه او راته یې وویل : د لور کــــــــــــــورمې شکر سلامت معلومیږي ...! مــــــــــــــــــا په خندا اوټوکه  ورته وویل  : ادې چانې ! دا بې ګــــــــــــړې او بې لیټۍ لور دې  بیا د کومه کړه ؟ ادې وویل  : دا دی خدای (ج) ښـــــــــــاده مـراده کړي  ... زه خـــــــــــو زهیره یم ... په زنانه نانوایي کې به زمـــا ډوډۍ دې را پخولې  ... د زړه خوالې به یی را سره وکړې ... بیچــاره ډیره غمجنه او ارمـــانجنه ده ... زه یې ډیره نازوم  ... دا هــــــــم ډیره مینه ناکې ده او مور را ته وایي  ...! ٭٭٭ موږ خبرې کــــــــولې چې ناببره د برایي شپې د ســــــازیانو یوه بله لنډه چـــــــــاشني یودم پیل سوه؛ لس پنځــــــــــلس راکټه د تپې پر کــــــــــــورونو پریوتل . او بیا یوه خوفناکه خاموشي خپره سوه ..   د ادې رنګ خراب سو... په ښراؤ یې خــــوله پورې کړه  ... خولې پر راغلې  ... د غضبه بیحاله سوه ... لږاوبه مې ورکــــــړې ... یوه شیبه وروسته بیرته سمــــه سوه ... وار وار به  کـــړکۍ ته ولاړه سوه؛ او خپلې لــــــــور ته به یې د حفاظت دعاوې کولې  ... دورځې یوولس بجې سوې ... ټک و ټوک بند ســـــوئ ؤ ... ادې خپلې موزې په پښو کـــړي وې؛ خپـــله امسایې اخیسېې وه راته ودریده او  ویل  : زویه   ! زړه می ناکراره ده ... د لــــــــــــور پوښتنې ته ورځــــــم ... حال به یې معلوم کړم ... ډیر ژر بیرته راځـــم  زمـــــــــا ممانعت ځای ونه نیوی ادې ډیره زړه وره معلومیده ... ما وویل  : ادې   !   پر ځمــــکه یخکه واوره پرته ده ... خدای مــه کړه غوځاره به سې  ..  .صبر وکــــړه زه به دې د لاسه ونیسم  . دواړه په تلـــــــــــوار د کوره روان سوو  ...  هره شیبه د خـطر بیره وه   په خواري وټاکلی ځــــــــــــای ته   ورسیدو... د څـــــــــــــلورو پنځو کــــــورونو چتونه پریوتلی ؤ ؛  د کلي خلګو د خـــــاورو خټو څخه مړی او زخمیان  را ایستل  ... یوه ښځه زمــــا د مور په لیدو په بغــارو سوه  او په  دری  ژبه  ګډه سو چې   معــــــلمه زخمی سویده وزیر اکبر خــــــان روغتون ته یې بوتله  ... ادې وهاؤسېلله ... او په سترګـــــــــــــــو کې یی اوښکې نه دریدې  ... یـــــــــوه شیبه وروسته دواړه د وزیر اکبر خــــــــــــــــــان د روغتون په دهـــــــــــــــلیزونو کې سرګردانه ګرځیدو... د شهــــیدانو او زخمیانو د وینو فواری د روغتون په دیوالـــــونو    او دهلیزونو کــــــــــــی دغاټولو غنچې انځور ولې  ... یوه زړه بوګنوونکې  ځــــګیروي   او ژړاوې    د روغتون پر فــــضا تاویدئ  ، راتاویدئ  ...  د ډاکټرانو او نرســـــانو څرک نه لګیدئ  ... زه حیران وم چـــــی څه وکړم  .. . چې د ادې ږغ وسو... هغه ده  ...! هلته ده  ...! چــــې مې وکوت دیوې خونې پر فــــــــــرش باندی یوه د جنت حــوره د ناز په خوب کی سترګی پټې نیــــــولې وې   ... د هـــاوان یوې پارچې یې په کـــــوګل کې د زړه له  تل څخه غمونه او ارمانونه توږلي وه ... په وینو لـــــــــړلې جامه یې لکه د ناوې سره جوړه ایسیده ...  دا هغه وه ...!  زمـــــــــــا  کوچۍ ...! د ادې په ږغ یې ستــــــــــرګې  یې لږ پرانیستلې  ... خو یو دم ما ته ځیره سوه  ... وې پیژندلــم د یو څو شیبو څخه وروسته یوه ښکلې مـــوسکا یې لکه د زرو پیزوان پر کاغـــــذی شـــــــونډانو و ځلیده ... زه پوه سوم چی په مړاؤ سترګو د کلونو کلونو دهــــــــــــجران ګله را څخه وکړه .. .د سترګـــو او لاسونو په اشاره یې خپل څنګ ته ور وبللـــــــــــــــم  ... په اوښکو ډکــــــــــــــو سترګو ورته په زنګنو سلامــــــــی سوم  ... کرار یې راته وویل : آخر زما د مینې زور راوستلې ... ما په غیږ کې واخله  ... زما ‌پر زنګانه چوپه خوله  ... یو څو نفسه لا را ته کتله  ... کتله  ... خو په مســــــکانه خوله خدای (ج) خبر کله فنا... سوې وه .. خو ادې  ورنژدې ســـــــــوه  پرتندئ یې ښکل کړه ؛  او په ژړا  ژړا ورته وویل  :  ناویتوب دی مـــــبارک شه  زویه ... ! بیا د کلـــــــــمه شریفې په ویلو سره یې ستـــــــــــرګې وربندې کړې. ... ٭٭٭ د احمد کیسه لا نه وه ختمه سوې، ځکه احمد دې کـیسې ته نور دوام نسواې ورکولای؛ په اغلب ګـــمان سره د روحی فشار له امله مـــــغزی ټیومر سوئ ؤ. یو دم یې حـــالت بل ډول سو؛  د دوستـــــــــــــــــــــــانو او ګاونډیانو په مـــــرسته مو په  نوي کوټه کښې یو نیژدې روغتون ته و  رساوه ... نفس یې په کــوګل کښې بند ؤ او سترګې یې نه ښوریدې  ... خو ناببره یوه لو لـــــرزانه چغه یې د خـــــولې څخه را ووته  چې :  کوچۍ!!! یوه عجبه  شــــــانته انګازه خپره ســوه   لکه  د روغتون دهلیزونو چې هم وویل : کوچۍ!!! کوچۍ!!! کوچۍ!!! داحمد رنګ   لکه سپین کاغذ اوښتئ ؤ  ... بدن یې سو ړ پوړ  ؤ... په مټ کې یې پر یوه کوچنۍ کاغذ باندې لیکل سوئ و ... “زما جنازه دبي بي مهرو و تپې ته ورسوئ”     اګست شلمه 2004 کوټه ",دمینې هوډ 1732,رحمان ګل توتاخيل," څنګه له موسکا نه تکه شنه شوله پرخه د غوټۍ په سر خوره شوله                        چيغي کړې بلبل دچنارو په سر تللې سندرماره راستنه شوله                                   ",سندرماره 1733,," درنو دوستانو د نويد روز ورځپاڼه په ډېر نږدې راتلونکي کې د ښاغلي لطيف بهاند د دېرش کلن ادبي فعاليتونو نمانځنه کوي٠ ټولو درنو فرهنګيانو او فرهنګپالو ته دزړه له کومي بلنه ورکول کيږي چې که چېری له بهاند صاحب سره او په څانګړي توګه دهغه له ادبي زېږونو سره اشنايي ولري دهغه په اړه خپلې مبارکۍ ،پېغامونه،يادونه،خاطرې،کره کتنې،پېرزوينې او داسي نور له موږ نه ونه سپموي٠   فاروق فردا-مسکو ښار د نويد روز ورځپاڼه naweed@online.ru دښاغلي لطيف بهاند ژوندليک په راتلونکو ورځو د بېنوا ويبپاڼي د ګل مخونو په برخه کي ولولی ", دښاغلي لطيف بهاند په وياړ غونډه جوړېږي 1734, حبيب الله غمخور,"    افغاني غيرتمنې ! پدې پوهيږم چې دعنوان دلوستلوسره به سمدستې سوال درسره پيدا شوۍ وي چې ولي دا مبارکې يوازي دافغان میړنيو ميرنوپه ادرس ليکل شوېده ؟ دا ورځ خوله تاريخي پلوه دنړۍ په ټولو ښځوپوري اړه لرې ،او دنړۍ ټولې ښځې ددې تاريخي ورځي دقهرمانانواو هغو چې دخپل روا او انسانې حق په خاطر ېې خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړ .  بلې ! همداسي ده . له نن څخه 143کاله پخواپه 1857 ز کال دمارچ دمياشتي په اتمه نيټه د نيو يارک دښار داوبدلو دفابريکو ښځينه کارگرانو دکار د ښوشرايطو، دکار دوخت دکمښت او معاش دزياتوالي په خاطر دښار واټنوته راووتلې ، اودفابريکو دخاوندانو پر ضد يې دخپل حق غوښتلو داعتراض اوازپورته کړ ؛ددوي دا گوت نيونه دبورژوازانو لپاره دخطر زنگ او داحرکت يې ددموکراسي او حق ترلاسه کولو پيل وگاڼه ،همدا دليل و چې دا حرکت تامل نشو کړاي اوپر هغه يې مرگوني گذارونه وکړه . دغومرگونو اودپانگوالو راپارېدلي غوسې ونشوه کولاي دهغوي د ظلم او استبداد په مقابل کښي دتر استثمارلاندي کارگرانونفرت بل شوي اورلمبې خاموشه کړې کومې چې ددغه مټينگ دقربانيانو په وينو نورې هم شعله ورې شوي وې . دنړۍ دښځينه سازمانودپرله پسې تلاښونو اومبارزو په پايله کښې ديوشمير هيوادو غيرتي ښځوداتوان پيداکړ چې دزمان وغوښتونوته داپانگوال سر ټيټ کړي ؛ په 1910 زکال د ډنمارک پلازمېني دکوپنهاگن په ښار کي دنړۍ دسوسيا ليستو ښځو دوه هم نړۍ وال کنفرانس د ((17 » هيوادو نه دراغلو (( 100)) تنو ښځينه نماينده گانو په گډون جوړ شو، دهمدي کنفرانس په وروستۍ ورځ د المان پيژندل شوې سياسي څيرې اغلي ” کلا را ستکين” لخوا دغونډي برخه والو ته وړانديز وشو چې د7 185 زکال دنيويارک دښار د اوبدلو فابريکو د ښځينه کارگرانو دتاريخي غونډې او هغوي سره د وخت دحاکمانو دوحشيانه چلنداو پوليسود حملې دقربانيانودهميشني ياد په خاطر دي دا ورځ” دښځو دنړۍ وال پيوستون ”دورځې په نامه ونومول شي او پدې ورځ دي دنړۍ د ښځوسره دملا تړاود هغوي د انساني او طبعي حقوقو ددفاع په خاطر غونډي جوړي شې .  دا ((95))کاله کيږي چې دنړۍ په مختلفو هيوادو کښي ددې تاريخي اونه هېرېدونکې ورځې ياد تازه کيږې ، تر اوسه متاسفانه يوازي دهمدې ورځي په پلمه ښځې دا توان او امکان تر لاسه کوي چې دخپلو حقو قو دغوښتنو مسأله مطرح کړې اودمطبوعاتو له لاري دنړيوالو او بشري ټولنو پام دنړۍ دښځو زړه بوږنوونکې حالت ته را واړوي .  ددې ددپاره چې مطلب رانه اوږ دنشې يوازي په لنډ شکل دهغو برياو تاريخو ته اشاره اړېينه بولم کوم چې په نړۍ واله کچه دښځو په نصيب شوېدي . ښځو د اوږدو مبارزو ،تلاښونو او قربانيو په پايله کښې دلمړۍ ځل لپاره په د نيوزيلاندپه پارلماني ټول ټاکنو کې ښځوته درايې ورکولو حق ورلړه شو،دا حق داسترليا ،فنلنډ او ناروي ښځو تر لمړۍ نړۍ والې جگړي مخکې تر لاسه کړئ و . مگر دپخوانې شوروي اتحادښځو په 1917، دفدرالي المان ښځو په 1918،د انگلستان ښځو په 1919 ، د امريکاښځو په 1920، د افغانستان ښځو په 1934زکال، په ايټاليا او فرانسه کې ښځو تر دوهمې نړۍ والي جگړي وروسته او په يمن کښې په 2003 زکال داحق ترلاسه کړه چي په انتخاباتو کي گډون وکړي ،مگر په سعودي عربستان کي چي دعدالت اوبرابرۍخبري کوې په 2005 زکال حتي دښاروالۍ په ټاکنو کې هم ښځو ته دگډون حق ورنکړه شو،يا داچې تر اوسه په سعودې عربستان کې ښځه دموټر چلولو حق نلري ،يعني تر اوسه دنړۍ په يوشمير هيوادو کښي ودولتې ارگانواو شوراگانو ته دځان لخوادستازي دټاکلوڅخه پداسې حال کښي محرومې دې چې دهغو هيوادو دنفوسودشمير پوره نيمايي او ياکله هم تر هغه زيات تشکيلوې ؛زموږ په هيواد کښي هم کله چې په اساسي قانون کښي ښځوته په ټاکنو کښي دحق ورکولومسأله مطرح شوه ،يوشمير بنسټپالواودموکراسۍ مخلفوکسانو لخوا څرنگه چې ښځوته دنارينه سره برابر حق ورکول دهغوي گټي له خطر سره مخامخ کولې مقاومت وکړ ،خو دهغو بهرنيانو يې کور دودان چې دخپلو سياسي امکاناتوڅخه په استفادې سره يې وکولاي شول دتر ستم لاندي ښځو له حقوقو او آزاديو څخه دفاع وکړې . له بده مرغه تر اوسه دنړۍ په گوټ گوټ کښې ښځو ته ددوي هغه حقوق چي دبشر دحقو قو داعلاميې په 18 ، 19 ،او27 مادو کښې څرگند بيان شوېدې نه دې ورکړه شوي،او نه هم د 1984 زکال د دسامبرد ((لسمي)) دښځې توهين تحقير او غير انساني مجازاتو ضدکنوانسين دپريکړو ،، دماشوم دحمايې په هکله د1924 زکال دژنيو په قراردادکې راغلو موادو اود ملگرو ملتو د سازمان د 1975،1979 ز کال دښځو سره دهر نوع تبعيض،تحقيراو تيري پر خلاف پريکړه ليکونو کښي درج شوې ټکوته دولتي چارواکوپاملرنه نده کړې . اونه هم ښځو ته بيله هر ډول تبعيض څخه دټولني په اقتصادي ،اجتماعي،سياسي او فرهنگي برخو کي دفعال گډون امکانات برابري شويدي . که رښتياوويل شې دنړۍ دغوڅ اکثريت په هيوادو کښي ښځو ته دحق ورکولو څخه عجيب او غريب تعبيرونه کيږې . ايا دا ظالمانه نده چې نر اوښځې دواړو ته دانسان خطاب کيږي ،په قوانينو کښي يو شان مسؤليت لرې ،مگر کله چې دصلاحيت او برابرۍخبره راشي بيا ښځو ته ددومې درجې انسان مقام ورکول کيږې ؟؟؟  اساسي خبردا ده چې په نړۍ کښي همدا اوس هم تر هر چا زيات دښځوسره دژوند په ټولو اړخونو کښي زورزياتۍ کيږې ،نه يوازي دا چې تر اقتصادې استثمار لاندي دې ،متاسفانه تر اوسه لاښځه په زياتو ځايونو کښي دنارينه ودساعتيريوديوې وسيلې دتوکو په دود په بازارونوکې پلورلوته وړاندي کيږې ، او يايې زيات شمير دژوند داسي شرايط لرې چې مجبورېدي ځانونه او خپل عزت د جنسي وحشيانودپېرېدلوپه بازارونو کې خرڅلاوته وړاندې کړې . زما په نظر تر اوسه لا دبشريت نارينه اړخ پدې ندې توانيدلۍ او يا نه غواړي داحق ته غاړه کښېږدې چې ښځه له دغو بدمرغيواو بې عزتيو څخه وژغورې .  دښځو سره دهمدې ناوړه چلندپايلې دي چې دنړۍوال روغتيا يي سازمان داحصايي له مخي هر کال په جهان کښې تر ((40)) زرو زياتي خويندي او ميندي خپل خوږ ژوندلاسه ورکوې ، ځکه په هر ثانيه کښې يو ه ښځه په ډول دډولونوپه کورنۍ يا ټولنه کښي تر تهديدلاندي ده نور يې تاسې لوستونکې وشميرۍ چې په ساعت ،ورځ ،هفته مياشت او کال کښي ئې شمير څو سوه زرو ته رسېږې . زموږ په هيوادکي دښځو سره چال چلندبياديوشميرزياتونورو هيوادودښځودژوند تر شرايطو زړه خوږه وونکۍ دئ ؛ ځکه دلته دود ،دستور او عنعنات تر بل هر هيواد زيات مسلط دۍ ،کله کله له مذهبي عقايدو څخه هم ناوړگټه اخیستل کيږې . زموږ ټولنه يو سنتې ټولنه ده ،زه دښځو په اړوندزموږ دټولنې ديو شميرعنعنواودودسره موافق يم مگرمتل دۍ وايې : هر څه چې ډير شې زرر لرې،ياوايې : هر چه ازحدگذرد رسوا شود،کله کله زموږ په ټولنه کښي ځيني واکداران او دپيسو څښتنان له دود اودستور نه داسي شۍ جوړ کړې چې پلې کول يې دهر وجدان له مخي غير عادلانه برېښې دبيلگې په توگه لکه د (( نهه » کلني انجلۍ او يا ځوانه پيغله يوه ((60 »کلن سړي ته په نکاح کول ،خير دۍ که دا صاحب ډيرې پيسې او واک لرې ،خوهغه دچاخبره داانجلۍ هم خداي لري ، يعني دخداي بنده ده يو څه رحم خوپرې پکاردۍ ،متاسفانه زموږ په ټولنه کې داډول له بدبختيو نه ډک دودتر اوسه پخپل ټول قوت پر ځاي پاته دۍ . دبشردحقوق دخپلواک کميسيون مشري سيما ثمر دژورنالستانوسره په يوه خبري کنفرانس کښې واضح کړه چې ((نهه)) کلني انجونې سپينږيرو ته په زور وادېږې له ((60)) نه تر ((80)) په سلو کښي داانجوني بايددجنسي تجاوز فشار تحمل کړي کله چې داماشومه ونشي کولاي په دوامداره توگه تجاوز تحمل کړې له کوره فرار کوي اوبل چاته پناه وړې ، دغه وخت دۍ چې دهغې جزابيا وژنه ،ځان سوچونه او ياسنگساردۍ . دکوم انصاف او عدالت له مخې ومنل شې چې ښځه ياپيغله دې په بدۍ کې ورکړه کړه شې ددغي ښځي څه گناه ده جنايت او قتل نارينه کړی اما ښځه يې جزا وينې دا کوم عدالت او انصاف دۍ ؟؟ زماپه عقيده دښځوسره داډول چلند داسلام دمقدس دين ، بشرې عاطفي او انسانيت خلاف کاردۍ . له بدمرغه د1992 زکال نه راپدي خوازموږپه هيوادکې نورهم دښځو پر جونگړه چې په حقيقت کې زموږ اوتاسونږدې ترين کسان گڼل کيږې دزيات وخت لپاره تياره شوه، او بدمرغۍ يې ورځ په ورځ نوري هم زياتي شوې . دټوپک سالارو او جنگ سالارولخوا دښځو سره ناروااو ظالمانه چلنداو پر هغوي جنسي تيرۍ ، دښځو سپکاوۍ ، دهغوي پر مخ دمکتبو او عالي تحصيلاتود دروازو دخلاصولو سره په يوه اوبل نامه مخالفت ،هغوي له دولتي کارو گوښه کول ، په زياتو ځايو کښي دنارينه و سره يو ځاي پر کارکولو باندې بنديز لگول، ښځه بيله محکمې سنگسار ،تيرباران او يا د خلکو په مخ کې په دورو وهل ، په راډيو او تلويزيون کښې دښځود سندرو او د ښځو په اواز او ياپه تلويزيون کې دهغوي دراښکاره کېدو سره دمذهب له نامه څخه په ناوړه استفادې سره مخالفت ،دتوپک په زور خلک په ږيري پريښودلو مکلفول او په سلهاو نورې وحشيانه کړنې دا وې هغه تحفې چي له پاکستان ،ايران او عربي هيوادو نه تنظيم سالارو او قوماندانانوافغانې ټولني او ښځو ته له ځانه ساره راوړې ، دا چي دوي پخپله ياددوي قوماندانان او پلويانو ((16 )) کلنه انجلۍ ” 70 ” کلن سړي ته دڅلورمي ښځې په نامه په نکاح کوي ،دا دخداي لار ده؟ همداوس هم هر قوماندان او دواک خاوند چي زړه يې وغواړي او کومه پيغله ئې خوښه شي هغه دټوپک په زور په نکاح کوي اويابيله نکاح کولوله هغي نه استفاده کوې ، ايا دا بي انصافي نده چې ښځي ته په ميراث کې برابر حق نه ورکول کيږې ؟ پر ځاي ئې ويلي ((اگر اين مکتب است واين ملا حال طفلان خراب ميبينم )) . په نړۍ کې هر کال په لسهاو زره ښځي دناموس وژني قربانې کيږي چي افغانستان په هغه کې لمړۍ مقام لري ،اياهمداوس اوس چي په هيواد کي زموږخويندي په ځان سوځونه لاس پورې کوې اوتر ((500 )) زيات قربانيان يې پر ځاي پرې ايښې دا ددو ي سره دښه برخورد او چلند ثمر دۍ ؟ او که ددوي سره دوحشيانه او ظالمانه کړونو نتيجه او بيلگه ده ؟ ددغه شان ظالمانه نه برخوردونو په پايله کې زموږ د خويندو لوي اکثريت روانې شوک ليدلۍ ،داچې اوس تر نيمايې زياتي په روانې مرضو اخته دې، ددغه ځواب به څوک وايې ؟ ايادا دبشر دحقو قو پر ضد بربنډ تيرۍ او تجاوز ندۍ ؟ له بده مرغه دطالبانو دحاکميت تر ړنگيدو وروسته يو ځل بيا هغه چا ته واک ورسيد چي دوطن په خرابيدو تر هر چا ښه پوهيږي ، سږکال دپارلمانې ټاکنو په وخت کې دغو کسانو کوښښ وکړ چي په پارلمان کې غوښنه برخه ولري تر څوحاکميت هميشه ددوي پلاس کې وي ،متاسفانه دوي وتوانيدلاي شول دوطنپرستو او دموکراتوځواکونو له ضعف اوبې اتفاقيو څخه داسي گټه پورته کړې . که څه هم د اساسي قانون په ” 22 ”ماده کي واضح راغلي چي : دافغانستان داتباعو تر منځ هر راز تبعيض او امتيازمنع دی .دافغانستان اتباع دقانون په وړاندي مساوي حقوق اومکلفيتونه لري،اودهمدي قانون د ” دوويشتمي” مادې په يو جز کي راغلي : دولت دانسان دآزادۍ او کرامت په درناوي او ساتنه مکلف دۍ . متاسفانه په اوسنې حاکميت کښي داجنابان دقانون ددغو مادو تفسير بيا هميشه په خپله خوښه اودخپلو اډيالوژي گانودپلې کولو په گټه کوې ،کله چي يې زړه وغواړي په راډيو او تلويزيون کي دښځې پر اواز بنديز لگوې او يا په تلويزيون کي د هندي فلمونو ننداره داسلام مخالفه اعلانوې ، کله کتابونه او مجلې څيري ،او کله کله بيا ليکوال او ژورنالستان پر خپل سر زندان ته ليږي ، تر څو داسي وډار شې چې بيا په ژوند دحق ، عدالت دموکراسۍ اويادښځو دحقوقو نوم پر خوله وانخلې .او هغه ښځه چي دخپل حق څخه دفاع کوې په کفر تورنې کيږې يعني تر اوسه په خپل ټول ځواک او واک تلاښ کيږي چې په هيواد کي ددموکراسې مخه ونيول سي . پر ښاغلي کرزي صاحب دامريکايانواو نړۍ وال اعتلاف له ډاره دکفر حکم نشي کولاي که نه پر هغه به يې هم دامانالله خان په څير داصرفه نه واي کړې . ددې لپاره چي زموږ په هيواد کي افغان ولس ( نارينه او ښځې) دموکراسي خپله وې او په هيواد کي ددموکراسۍ ريښي دومره قوي شي چي د دموکراسې کورني او بهرنې بنسټپال دښمنان ونشي کولاي دخپلو نوکرانو په وسيله دموکراسې له خطره سره مخامخ کړي تر اوسه لاډير وخت پاته دۍ . دغې موخي ته درسېدو لپاره افغانانودافغانستان او افغان ولس دملي مصالحو او گټو دساتلو ، په هيواد کښې د بنسټپالۍ اونړۍ وال تروريزم دزاله گيو دورانولولپار ه بهرنيو وسله والوقوتونو حضور ته غاړه ايښې ده. ددي لپاره چي زموږ دهيواد د پوره نيمايې وگړو يعني ښځو ته د ټولنې په اقتصادي ،سياسي ،اجتماعي او فرهنگي چارو کي د فعال حضور او ونډي اخيستنې امکانات برابر شوي وي لازمه بريښي په او سنيو قوانينو کي دا سي تغيرات او تعديلات راوستل شي کوم چي دهغو په اساس د ښځوحقوق په قانوني بڼه داجتماعي ژوند په ټولو اړخونو کي خوندي ساتل شوي وې . تر څو د همدغو قوانينو په برکت دهغوې پر طبعي حقوقو له تيرې او تجاوزڅخه دا سړې وژونکې او دبشر دحقو قو حرفوې دښمنان لاس پر سر شي . او هره ورځ ښځي دځينو چارواکو دفتواگانوله صادرولو نه خلاصي شي ؛څرگند حقيقت دادۍ که په يو هيواد کې قانون وې دفتوا گانو و صادريدو ته کومه اړتيانشته . که په رښتيا سره اوسنۍ حاکميت اوپه ځانگړې توگه دښاغلي کرز ی داارزو لري چي په هيواد کې زموږ خويندې او مندې له ظلم او اسارت نه خلاصي شې پر ځاي به وي چي ولسمشر پخپله په ټولنه کې دښځو سره دچلنداوبرخورد مسله تر خپل نظارت او خاصي پاملرني لاندي ونيسې . ښځو ته دوزارت او ولايت مقام ورکول ،يا پارلمان ته د((86)) ټاکل ښه کار او نيک اقدام دۍ ، مگر دابايد هيره نشې پداسي يو هيواد کې چي دنړۍد(( شپږو ))خوارو او غريبو هيوادو په قطار کې راځې دغه څو دولتې مقامونه اوياپه پارلمان کښي دښځينه استازو موجوديت به د هيواد د تر((يو لس )) مليونه زياتو ښځو چي (( 95 )) په سلو کې نالوستې دې کوم درد دوا نکړي ؟لازمه داده چي په هيواد کي دښځو دنهضت دپر مختيا لپاره بيله کوم ډار نه غښتلي او قوې گامونه اوچت شي ،زموږ دهیواد ښځې دنږيوالو بشرې سازمانو ،يونيسف ،يونسکو او ملگروملتودسازمان د ځانگړو پاملرنو او قانوني حمايو ته دبل هر هيواد تر ښځو زياته اړتيا لرې . په اساسي قانون کې دبنيادې تغيراتو له مخې بايد د ښځو خرڅول ، دکوچنيو انجونو په نکاح کول، ښځه په ميراثي ډول بي دهغي له خوښي نه تر لاسه کول ، په بدو کې دښځي او انجلۍ ورکول ، پر ښځو فردي او يا ډله ايز جنسي تيرۍ ،دښځو جسمي ، رواني ازار ،د ښځوسنگسار، تيرباران ،اعدام او په دورو وهل ، په زور او جبر ښځه دنارينه سره په گډ ژوند مجبورول او داسي نوري کړنې چي په هغو کښې انساني کرامت تر پښو لاندي کيږي منع او دانساني کرامت خلاف کړنه اعلان شي . ښځو ته دهيواد په ټولو دولتي او غير دولتي ادارو او مؤسسو کي دنارينه و سره دگډکار حق ، په مرکز او ولاياتو کي دمور او ماشوم دحمايي په منظور ځانگړو ادارواو په ټول افغانستان کي د امکان تر سرحده وړکتونونه اوماشوم ته دشيدو ورکولو ځايونو جوړول،په وزگار وخت کي دښځو لپاره ددوي په گډون ، دښځو په منځ کې د نالوستوب پر خلاف دمبارزي په خاطر د ليک لوست د زده کړي دکورسونو ،د موسيقي ،سپورت ،لاسي کارنوو اوداسي نور مختلفو فرهنگي انجمنو او ټولنو جوړښت به دښځو دنهضت د پر مختيا اوهغوي ته دهيواد په دولتي او سياسي کارونوکښې دپراخ گډون لاره هواره کړې . داچې په افغانستان کې دمنځنيو پيړيو دوديزو مناسباتود مليونوانسانانو دژوندډول او شيوه دمنځنيوپېړيو تر کچې راکښته کړې ده،همدا لامل دۍ چې اوس زموږ په هيواد کښي مينه جرم اوخپله خوښه ښکاره کول جنايت گڼل کيږې ،دسرغړونکې جزايي ځان وژنه اويا ځان سوځونه ده . تر اوسه ((90))په سلوکښي نشې کولاي ښونځۍ ته ولاړې شې .  درنو خويندو او ميندو!زموږ په هيواد کښي هر دسالم وجدان څښتن ستاسو په ستونځواو ستاسو سره له هرې خوادناوړه کړنوپه هکله پوره معلومات لرې ،زه نه غواړم په ننۍ لکنه کښي زيات ارقام وليکم اولوستونکې يې په ويلو گنگس کړم يوازې دومره وايم ، درسمي رپوټونو له مخې هره ورځ د ((600)) په شاوخواکې ماشومان خپل ژوند دلاسه ورکوې او هره ورځ ((50)) په سلو کې ميندي دماشوم دزېږېدوپه وخت کې ژوند دلاسه ورکوې . داچې څومره ميندي دځان او خپل ماشوم لپاره خواړه ،کالي او درمل نلرې ،داچې څومره ښځې هره ورځ دمختلفوبهانواو دلايلو په توروديوالو کې په سرو اوښکو ناست دې ،داچې هره ورځ دښځې په کور بله بنه (دوهمه ،يادريمه مادينه) په کور ورننه باسي په شمير پوهېدلو يې دوجدان خاوند انسان ليونۍ کيږې .  په يوه خبره موبايد ښه غوږونه خلاص وې او باور ولرۍ چې تاسوته ستاسو حق هيڅوک په خپله خوښه نه درکوې اونه چاته تر اوسه دبشرپه تاريخ کې حق په خوښه ورکول شويدۍ . زماداخبري دکوم وسله وال پاڅون ته ستاسودهڅونې معني نلرې ،بلکې په هر شکل چې کيږې هغه چې همدااوس دسوادله نعمته برخورداره ياست دقلم او بيان په مټ بايد په نه ستړې کېدونکي تلاښونوسره خپل روا او انساني حق تر لاسه کړۍ .دهر ډول ظلم او بې عدالتۍ په مقابل کښي بايد دمعقولو لارو چاروپکار وړلو سره مقاومت وکړۍ .  اوسنۍ دولتي واک چې دښځو او ماشوم دحقوقو ددفاع ډبره په ټټر ټکوې ،ټول سياسي او ټولنيز سازمانونه چې په خپلو کړنلارو کښي دعدالت او ټولنيز انصاف خبرې کوې او ټول هغه دقلم او سالم وجدان خاوندان چې مور لور او خور ورته گرانه ده په خپل ټول توان او طاقت دښځو لپاره دسالمو ازاديواو په ټولنيز ژوند کښې ښځو ته درناوي او هغوي ته دنارينه وو سره دگډکار او فعاليت دامکاناتو دبرابرولپاره له هيڅ ډول زيار او زحمت څخه بايد ډډه ونکړې ؛ ددولتې ارگانو اويابل کوم ځواک هغه کړنو او فتواگانوپر خلاف کوټلي گامونه پورته کول چي دښځو مقام او انسانيت ته سپکاوۍ وې .  دابايد هيره نشي چې ښځه هغه څوک دۍ چې زه او ته يې دنياته راوړې يو،دزړه په وينو ،په شپه تر سهاره په ويښه تيرولو ،جان جان ويلواو پاکو شيدويې روزلې يو، ښځه ده چې دنارينه سره په کورنۍ کښي چې دټولنې بنسټ جوړوې په غمونوکې غمجنه اوپه ښاديو کې خوښه ده ،ښځه ده چې نارينه ته دصبر ،زغم او تحمل مشورې ورکوې ،همدا ښځه ده چې نارينه دغيرت ،وطن ، ناموس اولاد دساتلو په لار کې دسر ښندلو قهرمانيو ته هڅوې ،همدا ښځه ده چې ته په مځګه کښي قلبه کوې ،دوکان کوې ،ددفتر مامور يي اوياپه بل کار مصروف يي خودا ستادکور ټولې چاري داسي سمبالوي چي کورته په راتگ سره هره ستومانې اوخفگان دې هير شې . ښځه مور ده تر مور مقدس څه ماته نه معلوميږې . راشۍ نور ددغو وحشتونو ،ظلمونو او تيريو پرخلاف ودريږوکوم چې زما اوستاپه ژوند او عزت پوري مستقيم تړاو لرې . په هر اندازه چې زموږ په ټولنه کې ښځې ته دقدرپه سترگه ورته وکتل شې اوپه ټولنيزو کاروکښي دنارينه سره برابر او ددوې دتوان او علاقي له مخې دگډکار زمينه مساعده شي په هغه اندازه زموږد هيواد پرمختگ کاروان چټک پر مخ درومې او شمله مو په نړۍ کښي اوچتيږې . دابايد شرم اوعار وگڼو چې دنارينه ولخوا دقدرت او دولتي څوکيو پر سر دتاوتريخوالي په پايله کښي تر ((ديرشو))کالوزيات سلهاوو زره افغاني ميرمني دپاکستان ،ايران ،هند ،روسيې ،منځنۍ اسيا ،اروپااو امريکا په هيوادنو کښي دجلاوطنۍ او غربت شپې او ورځي تيروې ؛ هغه هر لهظه دغه سوال ته جواب ورکولو ليونۍ کړې ده چې اولادبه دې په کومه ژبه خبري کوې او دکوم کلتور پيرو به وې . اوکه په ځانگړې توگه په ايران او پاکستان کښي دافغاني ميرمنو او کورنيو دژوند حالت وڅېړو فکر کوم افغانې غورور به بل ډول قضاوت وکړې .  دا کاملا درواغ او بي ځايه خبره ده کله چې ښځې خپل حق غواړې يوډله ددغه غوښتنې تعبير دمنځنيو پېړيو په دودکوې اويا ښځو ته حق او آزادې ورکول بداخلاقيوته دهغوي هڅول گڼې . په حقيقت کښي لوږې ،وزگارتوب ، په کور او ټولنه کښې دښځو سره سپک برخوردونه به هرومروهغوي نه تنها ځان وژنې بلکي ځان خرڅونې ته هم وهڅوې .  دا ورځ که خير ؤ ډير ژر رارسيدونکې ده چي افغاني ميړنۍ ، پاک لمنې ښځي او پيغلي به دخپل زيار ، نه ستړي کيدونکې تلاښونو او قربانيو په پايله کې خپل حق او آزادي تر لاسه کړي او په افغاني ټولنه کي به دنارينه وسره يوځاي او يو شان دکار ،تعليم ،تحصيل،او سياست په ډگر کې دفعال او رغنده گډون حق ولري .  وياړ په هغو پاک لمنو افغانو ښځو او پيغلوچې دخپل ژوند په قيمت يې دخپل رواحق دترلاسه کولو لپاره خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړيدۍ . پدې هيله چې هره پېغله مو ملاله او هر ښځه مونازووي  حبيب الله  غمخور  2006 زکال دمارچ اومه مالمو سويډن  ",افغان ميړنۍ دمارچ اتمه ورځ دې نيکمرغه 1735,محمديوسف خد متګار مزدورزوې,"   په خدمت دکلي کور کې چې څوک ګام ږدي ولسونه ېې نامه ته احترام ږدي   جباران به يې تسليم په ظلم نه کړي په سنګر چې څوک سرونه دخپل قام ږدي   چی به ما لاری ګو درئ ورښوولې اوس هغه بيړ ا زما لاره کی دام ږدي   خدمتګاره هوښيار اوسه خطا نه شی اغيار شات په زهرو ګډدرته انعام ږدي     ",خبر 1736,," د کابل هوايي ډګر سرحدى پوليسو د ترکيې يوتن وګړى چې په جعلى پاسپورت درى مياشتې مخکې کابل ته راغلۍ وو ، دبيرته وتو پر مهال ونيو . همداشان يو افغان چې په جعلى پاسپورت له دوبى څخه کابل ته رارسيدلى وو هم نيول شوى دى. ",د جعلى اسنادو دوه تنه لرونکى نيول شوي 1737,حقمل," د هرات ولايت کې ٤٥ تنه مخالف جنګيالى د ملى پخلاينې له بهير سره يوځاى شوى دي . په تيرو دوو مياشتو کې څه ناڅه ٢٠٠ تنه مخالفين له دولت سره په دغه ولايت کې يو ځاى او د هېواد د بيارغاونى او سولې په لاره کې يې تيارى ښودلى دى.يو ځاى شوي کسانو وړاندې له دې د طالب اورپکو سره تړاو درلود. ",٤٥ تنه مخالف وسله وال له دولت سره هم غږى شول. 1738,," د يو ١٧ کلن ځوان مړى کورنۍ وايي چې نوموړى د څرخى پله د جيل د ساتونکو د وهلو له امله مړى شوى دى . دوى وايې چې درى مياشتې وړاندې نوموړى په کابل کې لادرکه ، اوبيا وروسته يې پته په څرخى پله کې ولګيده . پوليس وايي چې دغه ځوان دغلا په تور بندى شوى وو . د عدلى طب چارواکو تراوسه په دې اړوند څه نه دى ويلي . ",د ١٧ کلن ځوان مړى کورنۍ ته سپارل شوى . 1739,," د فراه ولايت امنيتي چارواکى وايي ، چې د يو پاکستانى په ګډون يې ٣ تنه افغانان چې د کويټې له لارې افغانستان ته د ځانمرګو او ترهګرو عملونو د ترسره کولو په موخه راغلى وو له يو اندازه چاوديدونکو توکو سره يو ځاىنيولي دي . چارواکى وايي دوى غوښتل چې د ولايت ودانۍ ته نيږدې ځانمرګى عمل ترسره کړي . همداشان په دغه ولايت کې د هبيتات دموسسې يو تن افغان کارکونکۍ،چې د سولې پيوستون په پروګرام کې يې کار کوو په ډزو وژل شوى دى. ",په فراه کې ٤ تنه د ترهګرۍ په تور نيول شوى دى 1740,,"   دافغانستان دبهرنیو چارو وزیر ډاکټر عبدالله تیره ورځ یوې خبري ناستې ته دپاکستان دولسمشر جنرال پرویز مشرف هغو خبرو چې له سي ان ان تلویزیون سره يې کړي خپل غبرگون څرگند کړ او وې یې ویل مشرف په خپلو ژمنو ونه دریده کومې یې چې دافغانستان له دولت سره کړې. نوموړي وویل چې دولسمشر کرزي په وروستي سفر کې چې پاکستان ته یې درلود هغه لست چې پاکستان ته سپارل شوی په اړه یې مشرف ویلي چې لست زوړ وه عبدالله وویل که لست پخوانی هم معنی یې داده چې رښتینی دی. ډاکټر عبدالله داهم وویل چې پاکستان ته یې ویلي چې په پاکستان کې دتروریستانو دروزنې مرکزونه شته چې دپاکستان ادارې ورسره منلې. بیا هم عبدالله ددواړو هیوادونو دښو اړیکو پر ټینگښت ټینگار وکړ. ",ډاکټر عبدالله دمشرف خبرو ته غبرگون څرگند کړ. 1741,,"   دمخدره توکو په وړاندې دمبارزې وزارت په خپرې کړې خبر پاڼه کې کاږلي چې په هغه سروې کې چې دغه وزارت دملگرو ملتونو دمخدره توکو دمبارزې له ادارې سره یوځای دتیر دډیسمبر او سږکال دجنورۍ په میاشتو کې ترسره کړې ښکاره وي چې په دیارلسو ولایتونو کې سږ کال دتیره په پرتله ډیروالی راغلی دغه ولایتونه هلمند غور ارزگان زابل ننگرهار لغمان او بدخشان ښودل شوي. ", په ١٣ ولایتونو کې سږ کال کوکنار زیات کرل شوي. 1742,," حضرت بهار : خوستدغه کسان چې په تيره موده کې د افغان حکومت سره په مخالفت کې و پرون په خوست ولایت کې له افغان حکومت سره يو څاي شول چۍ په دغه کسانو کې ٣٥ تنه د طالبانو د واکماني لوړپوړي چارواکې شامل ول او پاتي ٦ کسان د حزب اسلامې ګوند غړي وو. د خوست والي معراج الدين پټان وايي چې نور به دغه کسان د افغان حکومت همکار وي او په نورو ورته کسانويي غږ وکړ چې له حکومت سره د ملي پخلاينې له لاري يو شي  ",٤١ تنه طالبان له افغان حکومت سره يو څاي شول. 1743,ځلمي مومند," ځلمي مومند داسي ښكاري چي جنرال پرويز مشرف يو ښه پوځي جنرال ندي اوډير ژر خپله حوصله بايلي او خپل اعصاب له لاسه وركوي. دا يو جنرال لپاره ډيره بده خبره ده چي په كړكيچنو حالاتو كي ونشي كولاي پخپلو اعصابو كنترول ولري. كوم جنرالان چي نشي كولاي خپل اعصاب كنترول كړي، د هغوي لښكري ماتي خوري، اوس مشرف هم همداسي يو سرنوشت سره مخ دي. البته دا يواځي د مشرف ستونزه نده بلكي د پاكستان تقريباً ټول جنرالان په دي ستونزي اخته دي. پاكستاني جنرالان تراوسه دري واره دهند سره په جګړي اوښتي او دري واړه يي ډيره، ډيره بده او شرموونكي ماته موندلي. په ۱۹۷۱ كال كي جنرال نيازي نن ماښام د ژورنالستانو مخكي لوړه وكړه چي دخپلي ويني تراخري څاڅكي به جنګيږي خو په صبا ورځي هماغه ژورنالستانو هندوستاني جنرال ته د نيازي د تسلميدو مراسم وليدل، دنړي پوځي تاريخ كي دا يو بي ساري پيښه وه، نيازۍ نه يواځي خپله هند ته تسليم شو بلكي د پاكستان ۹۰۰۰۰ پوځ يي هم هند ته وسپاره چي څو كاله د هند د زندانو په جارو كولو بوخت وو. مشرف اوس سره لدي چي كومي ګرمي جګړي كي بوخت ندي خو په سياسي ډګر كي د څو سختو ننګونو سره مخ دي، چي همدي ننګونو دمشرف اعصاب له كاره غورځولي. يو خو دپاكستان سياسي ګوندنو هڅي پيل كړي تر څو د مشرف پوځي ديكتاتوري ته پاي وركړي، هلته د خلكو هغه خوځښتونه چي د كارتون پرخلاف پيل شوي وو اوس يي د مشرف د حكومت دپرځولو د غورځنګ بڼه غوره كړي، له بلي خوا په بلوچستان كي د بلوچو آزادي غوښتونكو غورځنګ هم ورځ په ورځ پياوړي كيږي اولري نده چي اغيزي يي پښتونخواه، سند اوكشمير ته هم ورسيږي او د پنجابي استعمار په وړاندي له كشمير نه تربلوچستان اوسنده پوري په يو سرتاسري پاڅون واوړي. خو سيمي ته د بش سفر د مشرف په اعصابو تر ټولو كلك او مرګوني ګذار وو. بش لمړي افغانستان ته راغي بيا هند او ترټولو ورسته پاكستان ته ولاړ. سره لدي چي سيمي ته د بش دسفر موخه هند سره د اتومي همكاريو په هكله تړون لاسليك كول وو، خود خپل لومړي منزل په توګه دافغانستان غوره كول امريكا ته په سيمه كي دافغانستان داهميت نښه ده. بش په افغانستان كي وويل چي دي به دمشرف سره د پاكستان نه افغانستان ته د ترهګرو د راتګ په هكله وغږيږي، په دي توګه بش د افغانستان هغه دريځ تائيد كړ چي پاكستان د ترهګرو د روزني او پالني مركز دي. بش دا خبره د خپل سفر په پاي كي يو ځل بيا تائيد كړه ، هغه په كراچي كي د امريكا د كونسلګري په خوا كي د چاودني په هكله وويل چي دا پيښه ښيي چي اوس هم په پاكستان كي ترهګري شته. خو پاكستان ته د بش په دي سفر كي ترټولو ستره صدمه، د هند اوامريكا ترمنځ د اتومي همكاريو د تړون لاسليك كول وو.امريكا ويلي دي چي هند د امريكا طبيعي ملګري ( Natural Strategic partner ) دي، دا يو ډير ستر امتياز دي چي د امريكا له لوري هند ته وركړل شوي، په داسي حال كي چي پاكستان د خپلي بدمرغي زيږيدني نه نيولي تردي دمه فكركاوه چي په سيمه كي دا يواځي پاكستان دي چي د امريكا دستراتيژيكي ملګرتيا وړتيا لري، خواوس هند ورنه دا مقام ګټلي دي. بايد په ياد ولرو چي داخبره د پاكستان لپاره ډيره مهمه ده، پاكستان يو طبيعي جوړښت ندي هغه بيلا بيل خلك چي دپاكستان په نوم كومي جغرافيا كي اوسيږي هغه يوملت ندي. پاكستان د يوسياسي حادثي چي د مذهبي كركي اونفرت زيږنده وه په سيمه كي د استعمار دګټو دخوندي كولو په خاطرمنځ ته راغلي، او ډيره ممكنه ده چي همداسي يوه بله سياسي حادثه يي له منځه يوسي او د پاكستان عمر ته دپاي ټكي كيږدي، او له همدي امله پاكستان تل بهرني ملاتړ ته ضرورت لري. پاكستان چي تراوسه يي په امريكا اوغرب اتكا درلوده، اوس هند سره د امريكا د اتومي همكاريو تړون اود افغانستان په هكله د ترهګري پرضد په جګړه كي د پاكستان د دوه مخي پاليسي له امله پرپاكستان ورځ په ورځ مخ پرزياتيدونكي بي باوري، پاكستان دخپل راتلونكي او خپل پايښت په هكله د ډيرو سختو انديښنو سره مخ كړي. د بش د راتګ نه لا د مخه پاكستان په دي پوهيده چي نور نشي كولاي خپلي اوسني لاري ته ادامه وركړي او دامريكا او نوري غربي نړي باورځان سره وساتي او له همدي امله سيمي ته د بش د راتګ نه دمخه پرويز مشرف چين ته لاړ ترڅو په راتلونكي كي د شونو پيښو په وړاندي د چين ملاتړ او ډاډ لاس ته راوړي، پاكستان په دي سفر كي د چين سره دا تومي همكاريو د تړون په هكله يو تفاهم هم ترلاسه كړ او په دي توګه پاكستان اوس عملاً د شنګهاي كانفرانس په څنګ كي ودريد. خودا تړون هيڅكله د هغه تړون سره چي هند له امريكا سره لاسليك كړي سيالي نشي كولاي. بله دا چي كه چيري امريكا په بشپړه توګه د پاكستان د ملاتړ نه لاس واخلي نو د امريكا لخوا د تشي ځاي په هيڅ توګه چين نشي ډكولاي. پاكستان لا په دي هم پوره ډادمن ندي چي چين د خپلي محتاطي بهرني كړنلاري له امله څومره كولاي شي پاكستان د راتلونكو ورځو د ننګونو په وړاندي خوندي كړي.آيا چين به وغواړي نيغ په نيغه په سيمه كي د امريكا ګټي وننګوي، او ترټولو مهمه دا چي كه پاكستان په بشپړه توګه امريكا ته خداي په اماني ووايي د پاكستان ټول پوځي، استخباراتي، سياسي، اقتصادي او ټولنيزي موسسي به د پاليسي دا ۱۸۰ درجي بدلون وزغملاي شي ؟او د پاليسي ۱۸۰ درجي بدليدل به دپاكستان ټولي موسسي ديوي سختي ګډوډي او ښكته پورته كيدو سره مخ نكړي؟ دا ټول هغه سوالونه دي چي لكه څټك د مشرف ماغزه ټكوي خو مشرف يوته هم ډاډمن ځواب نلري، له همدي امله ده چي په خپلو ناسمو څرګندونو د يو ډول ذهني فرار هڅه كوي، دمشرف د اعصابو د لاسه وركولو وروستي نښي هغه څرګندوني دي چي ده د ( CNN) تلويزيوني شبكي سره په يوه مركه كي يي كړي، مشرف بي لدي چي ديپوماتيك آداب مراعات كړي د افغانستان ولس مشر په دي تورن كړي چي په اصطلاح د خپل دفاع وزارت او استخباراتو له كړنو خبر نه لري، مشرف ويلي دي چي د افغانستان استخبارات او ددفاع وزارت دپاكستان پرضد پر توطئو بوخت دي. د مشرف دا خبره دومره احمقانه اوبي مانا ده چي هيڅ ځواب ويلو ته ضرورت نلري، مشرف لدي امله چي اعصاب يي لاسه وركړي په خپلو خبروكي پخپله اعتراف كوي چي د افغانستان پيښوكي لاس لري د مثال په توګه هغه په دي مركي كي دعوي كړي د افغانستان ټولټاكني دهغه په مرسته په ښه توګه سرته ورسيدي اوكومه لويه امنيتي ستونزه په كي پيدا نشوه، همدا رنګه دي وايي چي كوم مالومات كرزي ماته راكړي هغه زاړه دي. په دي توګه مشرف وايي د ترهګرو دفعاليتونو واګي دده په لاس كي دي كله چي دي يي راكاږي نو افغانستان كي سوله شي اوكله چي دي يي نه غواړي نود ترهګري پيښي دلته مخ په زياتيدو شي، بالكل لكه همدا اوس چي دافغانستان اوپاكستان ترمنځ كوم تبليغاتي جنګ راوان دي، دي سره سم د ترهګرو فعاليتونه هم ډير شوي، لدي نه ښكاري چي دا هرڅه د پاكستان په اشاره كيږي، نو چي داسي ده اوس دي پاكستان دخپلي دي احمقانه پاليسيو پايلو ته هم ټينګ شي. پرپاكستان د خپلو احمقانه پالسيو له امله چي څه كيږي، هغه به كيږي خو ويريږم لدي چي مشرف د زيات ذهني فشار له امله د جمهوري رياست د ماڼي نه چيري د راولپنډي دارلمجانين ته منتقل نشي. ", جنرال پرويز مشرف د ليونتوپ په لور 1744,,"   سلگونه تنه هغه امریکایان چې د ٢٠٠١ میلادي کال دسپټمبر په یولسمه یې خپل خپلوان په پیښه له لاسه ورکړي نن دامریکا دمتحدوایالاتو په ویرجینیا کې دمحکمې مخ ته راټول شوي او دهغه تورن چې ویل دسپټمبر له پیښو خبر وه محاکمه څاري. دغه تورن موسوي نوميږي فرانسوی له اره دمراکش او سیدونکی دی. دنوموړي مدافع وکیلانو ویلي چې نوموړی دومره مهم شخص ندی او که چیرې اعدام شي دوکیلانو پر وینا شهید اتل به وي. ویل کیږي موسوي داعدام له سزا سره مخ شي.    ",په امريکا کي دسپټمبر ۱۱ دپیښې یو تورن محاکمه کیږي 1745,," د دې ګڼه د ځينو مطالبو سرلیکونه :* کندهار ته د یو غربی مشر لومړنۍ رسمي سفر* ټورنټو د ملالی جویا هرکلۍ وکړ.* خان عبدالولی خان او بل رنګه حکمت - قدرت الله حداد* د شهزاده علی احمد خان درانۍ علمي، تاریخي او ادبي هڅي – قدرت الله حداد* سفرنامه حج * ۳ حوت ، روز را اګر فراموشم نکرده باشیم* ګدایی بخاطر غارت و چپاول بیشتر ــ موسوی* اعتراضات مسلمانان علیه چاپ کارتون های توهین آمیز * آیا بی احترامی همان آزادی است ؟* د ولی خان سیاست او ژوند ته یوه کتنه* له بن نه تر لندنه ــ حبیب الله غمخور* دیموکراسی د سوټی په زور ـ- ډاکټر نثار احمد صمد * د ملی سرود کړکیچ او د پښتو سره مخاصمه - لیکونکی زغم - اوټاوا* زموږ د یوه سابقه لرونکي ژورنالیست د څو پوښتنو په ځواب کې * افسوس چې ولس د پیر او امریکې په یارۍ نه خبریږی* مروری بر کتاب الاشه شکن ــ میر عبدالرحیم عزیز.* د پیاوړي شاعر جهاني نوی کتابونو ته لنډه کتنه* بوش په جنګ کې ( ۲۰ ) برخه * ادبي مرغلرېاو نور مطالب ، رپوټونه او مرکې په انګريزی برخه کېکه غواړي چې د افغان رسالې هره ګڼه ستاسو پر آدرس درورسیږی، نو مهربانه وکړی خپل د کلني ګدون بيه چې ۶۰ ډالره کیږی په لاندې پټه ولیږی: Afghan PostP. O. Box 300741027 Finch Avenue WestToronto, OntarioM3J 3L6Canadaافغان رساله / Afghan Post - ټورنټو - کاناډاتیلفون ۹۰۸۱ – ۴۷۲ (۹۰۵) Tel: (905) 472 – 9081 /فکس ۴۶۸۴ – ۴۷۲ (۹۰۵) Fax: (905) 472 – 4684 / بريښنا لیکafghanpost@rogers.com ويب پاڼهwww.afghanpost.com ",د افغان رسالې ( ۸۲ ) پرله پسې ګڼه له چاپه راووتله . 1746,," دعلامه رشاد بابا له ناچاپو اثارو څخه ( د سيمو تاريخي جغرافيه ) نومی کتاب په کندهار کي د ميوند کلتوري ټولني له خوا چاپ شو . دا کتاب چي دپوښتني او ځواب په ډول ترتيب اوکمپوز شوی دی  مالي لګښت يې حاجي عزيز الله ساګزي ورکړی ، صديق الله بدر د هغو مرکو څخه چمتو کړﺉ دﺉ چي دعلامه رشاد بابا په ژوند کي يې د افغانستان او پښتونستان د يو شمېر سيمو په باب ځيني کړې وې . د يادوني وړ ده چي په کتاب کي چاپ شوي مرکې په کيليد نومي اوونيزي مجلې کي په پرله پسې توګه  (د استاد خبري ) تر سرليک لاندي چاپېدې ، لمړۍ برخه يې د علامه رشاد بابا په ژوند کي خپره شوې وه ، اوس د استاد خبري په دوه سوه اووه پنځوسو مخونو کي ( د سيمو تاريخي جغرافيه ) په نوم چاپ شوه . دکتاب د ترلاسه کولو او نورو مالوماتو دپاره په لاندي پته برېښناليک ولېږﺉ او يا زنګ ووهی maiwandnet@yahoo.com Mobile :009370211696 ",داستاد خبري ( د سيموتاريخي جغرافيه ) چاپ شو 1747,عبدالهادي حيران," قيصه زما د ادبي ژوند"" د پښتو ژبې د ستر ليکوال، شاعر، اديب، پوهان او ملتپال سياستپوه محترم اجمل خټک د ياداښتونو کتاب دى چې لومړۍ برخه يې تازه له چاپه راوتلې ده ""قيصه زما د ادبي ژوند"" د پښتو ژبې د ستر ليکوال، شاعر، اديب، پوهان او ملتپال سياستپوه محترم اجمل خټک د ياداښتونو کتاب دى چې لومړۍ برخه يې تازه له چاپه راوتلې ده. دا کتاب چې په پنځه سوه او نوي مخونو خور او څلورو دورونو، يوه ضميمه او يو مضمون مشتمل دى د ډېر زيات ارزښت وړ په دې دى چې محترم اجمل خټک د دې سيمې په سياسي او ادبي چارو کې ډېر فعال رول لوبولى دى او پرته له تجربې، مشاهدې او مطالعې ځينې داسې پټ رازونه هم ورته معلوم دي چې ډېرو خلکو ته نۀ دي معلوم. هغه د قامي مشرانو نه نيولې تر لويو سياستمدارانو، پوځي شخصياتو او نامتو شاعرانو او اديبانو سره نژدې پاتې شوى دى او پخپله يې هم د سياست او ادب په ډګر کې د ځانګړو لارو رهبري کړې ده. لدې امله د ښاغلي اجمل خټک د ياداښتونو دا کتاب هم لکه د هغوى د نورو کتابونو په څېر يو ډېر ارزښتمند اثر دى چې د ادب مينه وال به ډېره ګټه ځينې واخلي. د کتاب په دې لومړۍ برخه کې د ګڼ شمېر پښتنو ليکوالو، پوهانو او شاعرانو پېژندګلو ورکړى شوې دي او د هغوى د ادبي هلو ځلو په هکله يې خپل ياداښتونه پکې راغونډ کړي دي چې په منځ منځ کې يې تاريخي او ناياب انځورونه هم ورسره زيات شوي دي. د دې کتاب د چاپ چارې رياض بک ايجنسي کالج روډ تحصيل بازار چارسده ترسره کړې دي، اهتمام يې وريدخان رځړ کړى دى او بيه يې ١٩٠ روپۍ ده. سريزه يې ښاغلي اجمل خټک پخپله او د ښاغلي اجمل خټک په هکله يوه ليکنه وريد خان کړې ده. د کتاب په شا د محترم اجمل خټک د کتابونو د ورکړاى شوي فهرست څخه څرګندېږي چې هغوى په همدې ډول د سياسي ژوند ياداښتونه هم ليکي چې دا به هم يو ډېر ارزښتمند اثر وي. ""د ژوند چغه"" د محترم اجمل خټک د شعرونو يوه درنه ټولګه ده چې څو ورځې د مخه د يونيورسټي بک ايجنسي پېښور لخوا چاپ شوې ده. دا کتاب چې د اعلى معيار په سپين کاغذ او زړۀ راښکونکې سرپاڼه چاپ شوى دى، په پنځو برخو (١) نظمونه، (٢) غزلونه، (٣) رباعيات، (٤) ژوند او خوند او (٥) جلوه د جانان ويشلى شوى دى او په څلور نيمو سوو خواوشا مخونو خور دى. په دې کتاب کې د محترم اجمل خټک د ژوند په مختلفو وختونو او مختلفو ځايونو کې ليکل شوې شاعري راغونډه کړى شوې ده چې د هغوى د نورې شاعرۍ په څېر ژوندي لفظونه، زړۀ راښکونکى جوړښت، مسرت بخښونکى اهنګ او د جذبې تودوالى لري. د بېلګې په توګه دغه څو شعرونه يې ولولئ چې د ژوند بېلابېل رنګونه لري: خداى خو هر څۀ راپيدا کړۀ ښکلي ښکلي خو سپېرۀ غټان يې بيا کاندي ناولي د جنت ښائست د دې دپاره نۀ دى چې به دا د هوس ګوډي ورته زغلي جنت هر چرته چې دى زما او ستا دى چې مو زړۀ ورته د ګل هسې صفا دى .................................... ملنګ يم خو لعلونو نۀ، خالونو پسې ګرځم کچکول چې ګرځوم نو ديدنونو پسې ګرځم د کلي خلکو! ما لېونى مۀ بولئ مئين يم صحرا کې د ليلا په ديدنونو پسې ګرځم اوس هم پکې د ماتو بنګړو نښې نښانې شته دا ځکه خو په شاړو ګودرونو پسې ګرځم دا کتاب چې د همدې کال د فبروروي په مياشت کې چاپ شوى د پروف او ترتيب چارې يې محمد زبير حسرت ترسره کړي او کمپوزنګ يې ذيشان شاهد کړى دى. بيه يې ١٥٠ روپۍ ده. دا کتاب يوه د کمپوز ښکاره غلطي لري چې د کتاب نوم ""د ژوند چغه"" دى خو د ټول کتاب د هر مخ په سر (Header) باندې د کتاب نوم ""د وخت چغه"" ليکل شوى دى.  مينه وال دا دواړه کتابونه په کابل پېښوراو نورو غټو ښارونو کي د هر لوی کتاب پلورنځي څخه ترلاسه کولاى شي.   ",د ښاغلي اجمل خټک دوه نوي چاپ شوي کتابونه 1748,," حضرت بهار : خوست دغه ورځپاڼه چې  لومړي ګڼه يي څلور مخونه لري، يوه خپلواکه، کلتوري او ادبي ورڅپاڼه ده چې د ټولواک سعادت په نوښت له چاپ څخه راووته. ټولواک سعادت، د بريښنا مسول مدير، په وينا چې دغه ورڅپاڼه به دسيمي، هيواد او نړيوال مطالب څيړي. د ورڅپاڼې تيراژ پتڅو زرو ته رسيږي چې د افغانستان په ټولو ولايتونو کې به تقسميږي او د جمعې په ورڅ به څانګړي ضميمه، چې لس پاڼې لري، چاپ کيږي . د ورځپاڼې پرانيستي ته چې نن د يوې ناستې په ترڅ کې وشوه د خوست والي اوپه نورو لوړ پوړو چارواکو سربيره زيات شمير فرهنګيان هم راغلي ول. د يادولو وړ ده چې په خوست کې دغه لومړنۍ ورڅپاڼه ده چې د ځلورو راډيوگانو او په لس ګونو مجلو او جريدو ترځنګ يي په کار پيل کړى دى. ",په خوست کې د بريښنا ورځپاڼه له چاپ څخه راووته 1749,,"   نن دمارچ اتمه چې دښځو نړیواله ورځ بلل کیږي دیوې غونډې په ترڅ کې دکابل په ښار کې دلویې جرگې په لویه خیمه کې دلمانځلو پرموخه جوړه شوه.  ولسمشر کرزي، دښځو وزارت وزیرې، دکابینې وزیرانو، پخواني جهادي مشر حضرت صبغت الله مجددي  دپارلمان یو شمیر ښځینه استازو بهرنیو ډیپلوماتانو او گڼ شمیر کې دکابل ښځو پکې برخه لرله. ولسمشر کرزي وویل چې دحکومت په موده کې یې دښځو په اړه خورا زیات کار شوی او لا نور کیدونکی هم دی. ولسمشر دغه راز په افغانستان کې دتروریزم موجودیت دښځو دکارونو دپرمختیا لپاره ستر خنډ وباله او پدې ټکي يې ټینگار وکړ ترڅو چې دتروریزم جرړه له افغانستانه نه وي ورکه ددې هیواد بچیان به له ښوونې بې برخې وي. ښاغلي کرزي له سپین ږیرو دکورنیو چارواکو څخه هیله وکړه ترڅو دښځو حقوقو دخوندي کولو په لار کې گټور گامونه واخلي او له ښځو دتاوتریخوالي مخه دې ونیسي. دغې غونډې ته دولسمشر کرزي میرمنې زینت کرزۍ پیغام استولی وه چې دغونډې دویاندې له لورې ولوستل شو پکې راغلي وه دمارچ اتمه دې دافغانستان ښځو ته دنیکمرغۍ پیل وي او دټولو ښځو دې مبارک وي. وروسته دښځو چارو وزیره مسعوده جلال وغږیده او دوزارت دکاري پلان یادونه یې وکړه چې دې ښځو لپاره به یې کوي. دغه راز نور ویناوال هم ددغې ورځې په اړه وغږیدل.  ",دمارچ اتمه په کابل کې ولمانځل شوه. 1750,,"   دبدخشان ولایت دولایتي شورا مرستیالې گلالۍ اکبري بینوا ته وویل چې ددغه ولایت په مرکز فیض اباد تیره شپه اوه بجې یوه ښوونځي ته دنامعلومو وسلوالو له لورې اور اچول شوی چې دښوونځي ودانۍ او چوکیو اور اخیستی خو کوم ځاني زیان یې ندی رسولی. داپه بدخشان کې لومړی وار دی چې ښوونځي ته اور اچول کیږي. ",په بدخشان کې یوه ښوونځي ته اور اچول شوی. 1751,,"   دملي دفاع وزارت هغه افسران چې دوسلو راټولولو په پروگرام کې بې وسلې شوي او ملي دفاع وزارت تنقیص کړي نن دپارلمان مخ ته په یوه لاریون راوتي وه او حقوقو دورکړې غوښتنه یې کوله. دوی په تیرو کلونو کې دخپلو حقونو دغوښتلو پرموخه گڼ شمیر لاریونونه کړي. ",تنقیص شویو افسرانو لاریون وکړ. 1752,,"   دیرش کلنه محبوبه دمارچ داتمې ورځې په اړه وایي ددې ژوند باندې داسې ورځې هیڅ اغیز نشي لرلای ځکه دژوند دیرش دمارچ داسې ورځې یې تیرې کړي ولې تفاوت یې په ژوند کې ندی لیدلای. راضیه چې پنځه ویشت کاله عمر لري وایي دوه کاله کیږي واده شوې دواده له لومړۍ ورځې میړه خواښې او خسر پرې ظلم کوي وهل ټکول ورکوي هغه وايي دمارچ اتمه یې له داډول ستونزو نشي خلاصولای. په افغانستان دبشر دحقونو دخپلواکه کمیسیون له لورې په خپور شوي راپور کې چې په افغانستان کې دښځو ژوند ته پکې کتنه شوې ویل شوي ښځه لا هم دتاوتریخوالي مور ده او وهل ټکول عادي کار دی. دغه راپور په افغانستان کې دښځو ښوونې ته هم نغوته کړې او ویلي یې دي په گڼو ولایتونو کې ښځې له تعلیمه بې برخې دي. ",دمارچ اتمې ته افغانې ښځې دومره خوښې ندي. 1753,," م . ګلالۍ _ هالنډ د ١٣٨٤ لمريز کال د کب ١٧     د ښځو نړیواله ورځ په نړی کې دښځو دګډمسولیت د احساس  او  د ښخو د مساوي  حقوقود تامینولولپاره نمانخل کېږي . ددی ورځې نمانځل هر کال یوې خاصې موضوع ته لکه دښخو حقوق ،په ښځود زور زیاتي مخنيوي او داسې نورو مسلو ته  ځانګړې کیږي چې کله په نړیواله کچه او کله ورته د ځینو هیوادونو په سویه  پاملرنه کیږي.    د  مارچ اتمې ته لنډه کتنه :   په ١٩٠٨کال کې د نیویارک دنساجي فابریکې کارګرانو  د مارچ په ٨ د خپلو غوښتنو پر بنسټ مظاهره وکړه . ددوی غوښتني دا وي : د کار کولو ښه امکانات برابرول د ښخو د رائ ورکولو دحق پیژندل او د کوچنیانو په کار بندیز لګول   په  ١٩١١ کال کې د نړی په بیلا بیلو هیوادونو  لکه د امریکاپه متحده ایالاتو،المان ،اتریش ،ډنمارک او سویزرلنډ کې په  لومړي  ځل د ښځو نړیواله ورځ ونمانځله شوه . په هالنډ کې د لومړي وار لپاره  دغه ورځ   د ١٩١٢ کال دمی په١٢ نیټه و نمانځل شوه.   په ١٩١٤ کال کې  په زرګونو ښځو د جرمني دجنګ د  تهدید او دروزا لوکسمبورګ دنیولو پر ضد مظاهري وکړي .  دالکساندرا کولونتای په رهبری په ١٩١٧ کال کې دمارچ په اتمه د نساجی فابریکې کارګرانو د لومړي ځل لپاره دروسیی د سنت پیتربورګ په ښار کې اعتصاب وکړ ، ښځو په بیا بیا د کارد خرابو شرایطو، دجګړی ددوام او دخوراک دنشتوالی له امله مظاهري او اعتصابونه وکړل تر څو چې عمومي اعتصاب رامنځ ته شو. د همدغې پیښې په یاد کې د١٩٢١کال دمارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ وټاکل شوه .   د امریکا متحده ایالاتونه د ١٩٧٨کال  څخه دمارچ  ٨ دښځودنړیوالې ورځ په څیر پیژني . دمارچ د ٨ په هکله چه دښځو  نړیواله ورځ بلل کیږي بیلا بیل نظرونه شته . د بیلګې په توګه دمارچ د ٨ بنسټ په امریکاکې ایښول شوی او که په روسیه کې ؟   اروپایي نظر وایی چې په ١٩٠٨کال کې دنیویارک د نساجی کارګرانواعتصاب دمارچ  د ٨  درامنځ ته کیدو لامل و. ځیني نظریې بیا د پیتربورګ  دښځو لوی اعتصاب  او مظاهري دمارچ د٨ دبنسټ ایښودلو پیښه بولي . په اوسني وخت کې دمارچ اتمه دنړی په ډیرو هیوادونو کې په بیلا بیلو شکلونو سره نمانځل کیږي . خو له بده مرغه د نړی په لویه برخه کې اوس هم ښځی د خپلو اساسي انساني او مدني حقوقو او ازادیګانوڅخه بې برخې دي . اما ددغو حقوقو او ازادیګانو د تامینولو لپاره د هغوی مبارزه هم دوام لري  او هغه ورځ لري نه ده چې ښځې د خپلو ټولو مدني او سياسي حقوقو څخه په بشپړه توګه ګټه پورته کړي.       ",ځلانده دې وي د مارچ اتمه د ښځو د نړيوال پېوستون ورځ 1754,," دروان كال دحوت پر ۱۴ مه، دميدان وردګوولايت په جغتو ولسوالۍ كې د محلي قومي مشرانو اوعالمانوله خواغونډه وشوه.په غونډه كې نوموړوقومي مشرانواوعالمانودامنيت په ټينګښت ، دكوكنارو په نه كرلو اودافغانستان په اوسنۍ وضعې خبرې وكړې. دميدان وردګوولايت له چارواكوڅخه عبدالودود پښتونځار دروان كال دحوت پر ۱۴ مه، دميدان وردګوولايت په جغتو ولسوالۍ كې د محلي قومي مشرانو اوعالمانوله خواغونډه وشوه.په غونډه كې نوموړوقومي مشرانواوعالمانودامنيت په ټينګښت ، دكوكنارو په نه كرلو اودافغانستان په اوسنۍ وضعې خبرې وكړې. دميدان وردګوولايت له چارواكوڅخه ېې دپرمختياي چاروپه ترسره كولو خوښي څرګنده كړه. اودځينوپرمختياي پروژوپه پيل كولوكې ېې ترې هيله وكړه. په اخر كې ټولوپه گډه يو پرېكړه ليك لاسليك كړ چې دلته ېې مهم ټكي راخلم: ۱. څرنګه چې دقانونمندۍ، انتخاباتي حكومت اوداساسي قانون په درلودلوسره دولايت چارې دزړه سواندي شخصيت عبدالجبار نعيمي له خوا په پوره نوښت اوبدلون سره په چټكۍ سره په مخ روانې دي.نو له دې امله دجغتوولسوالۍ ددوى له پراخه پروګرامونوڅخه برخمن كېدل غواړي.په لومړي سر كې دمعارف دپراختيا په اړه زياته توجه غواړو. ۲. جغتو،ولسوالۍ كې دملي پيوستون دپروګرامونو دتطبيق منظوري غواړو. ۳. دزراعتي انكشافي پروګرامونو په اړه دبندونو دجوړولو او د كاريېزونو دپاكوالي په برخه كې دكومك غوښتوونكي يو. ۴. دميدان وردګوولايت له چارواكوسره مونږ ټول علماء، سپين ږيرې، ځوانان، ديوډاډمن امنيت په راوستلوكې ژمن يو هيچاته به حق ورنكړو چې امنيت ګډوډ كړي. ۵. دميدان وردګوولايت والي صاحب څخه ډېر خوښ يو چې زمونږ دولايت پرمختيا كې ېې ډېرې هلې ځلې كړي، ددوى دهمدغوهڅودرناوى او قدرداني كوو اوپه راتلونكي كې ترې دنوروډېرو هڅوهيله كوو. ۶.دميدان وردګوولايت مقام اونړيوالې ټولنې ته دكوكنارودنه كرلو اطمنان وركوو. او په دې لارو كې ترې دهمكاريو غوښتونكي يو. ",په جغتو كې دقومي مشرانو اوعالمانوغونډه وشوه 1755,عبدالباري جهاني - امريکا," عبدالباري جهاني - امريکا د کال ٢٠٠٢ د اپرېل د میاشتې په شاوخوا کې مې د افغانستان د جمهوریس جلالتمآب حامد کرزي په غوښتنه د ملي سرود متن ترتیب کړ، او له ده څخه مې د ملاقات غوښتنه وکړه. جمهوریس کرزي د خپلې همېشنۍ مهربانۍ سره سم په هغه ورځ د ملاقات وخت راکړ ، او کله چې د هغوی دفتر ته ورغلم نو تصادفا درې تنه نور پښتانه عالی رتبه مامورین هم ناست وو. د ملي سرود متن مې ، چې ډېر اضافي بندونه مې د هغوی د نور انتخاب دپاره پکې ځای کړي وو، ورته ولوست. البته جلالتمآب جمهوریس هغه سمدستي رد کړ او ما ته یې وویل چې په دې سرود کې باید تغیرات راوستل. په دفتر کې ناستو پښتنو مامورینو هم د تایید په علامه سرونه وښورول او سرود گواکي رد سو. د سرود ډېره لویه نیمگړتیا دا بلل کېدله چې د پښتنو نوم په سر کې  راغلی او دا خبره دنورو قومونو حساسیت را پاروي.دا وطن افغانستان دیدا د ټولو خلکو ځان دیدلته هر وگړی خپل دیدلته هر سړی افغان دیدا وطن د پښتنو دیدا وطن دی د تاجکودلته کور دهزاره دیدلته اور دی د اوزبکود ورورۍ د سولې مېنهدا ټاټوبی د جرگو دیدا کیږدۍ د وروڼو خویندودا وطن د مرکو دیڅوچې نوم د دې نړۍ ويدا به کور وي د افغانتور او سور زرغون بیرغ بهوي د هرمنبر نښانپر غلیم چې مو لاس بر دیزور د الله اکبر دی زور دالله اکبر دی.څه باندې یو کال وروسته زلمی هیواد مل، د جلالتمآب جمهوریس صاحب سره امریکې ته راغلی وو او ماته یې په ټلفون کې وویلې چې د ملي سرود په اړه ماته څه ویل غواړي. کله چې زه په واشنگټن کې دافغانستان سفارت ته ورغلم نو هلته هیوادمل راته وویل چې د ملي سرود یوه لویه نیمگړتیا دا ده چې پښتون قوم لومړی ذکر شوی دی او بله نیمگړتیا یې دا ده چې د نورو قومونو یادونه نه ده سوې. نو لومړی خو باید د نورو قومونو یادونه وسي او بله دا چې پښتون په منځ کې یا په پای کې چېرته واچول سي.ما بیا هم د ملي سرود هغه پخوانی متن ورته فاکس کړ او ځینې بندونه مې ورسره زیات کړل، چې د زلمي هیوادمل قناعت یې طبعا نه سوای حاصلولای. نو طبیعي خبره ده چې هغه سرود ونه منل سو او څه موده وروسته خبر سوم چې د پښتو ژبې د یوه خوږ ژبي شاعر ډاکټر محمد اکبر اکبر شعر د ملي سرود دپاره غوره سوی دی. خدای سته چې په دې خبرې بېحده خوښ سوم او فکرمې وکړ چې یو لوی بار مې له اوږو لیرې سو. دا خبره لا توده وه چې څه وخت وروسته مې واورېدل چې د ډاکټر اکبر شعر بیرته رد سوی او پر ځای باندې یې د حبیب الله رفیع نظم، چې لومړۍ برخه یې د پښتو د مشهور شاعر او لیکوال عبدالروف بېنوا او د قومونو او د الله اکبر برخه یې د حبیب الله رفیع ده، د ملې سرود دپاره غوره سوی دی. زه نه پوهېږم چی حبیب الله رفیع به د یوه مشهور شاعر او لیکوال په حيث دې کار ته څرنگه تن ورکړی وي. ځکه چی دا کار خو د ټولو ادبی موازینو په خلاف عمل دی، اوهیڅ ادبی او مطبوعاتی قانون اجازه نه ورکوي چی د یوه شاعر له شعر سره، چی هغه هم تقریبا دوه ویشت کاله مخکی وفات سوی وي، د بل شاعر شعر وتړل سي،اوداسی مواد پکښي اضافه سي چی ښایی هغه مرحوم به هیڅ موافقه نه ورسره درلوده. زما دپاره د خوشالۍ خبره بیا هم دا وه چی دملی سرود د جوړولو څخه بېغمه سوی وم. ځکه چی جلالتمآب جمهوریس هم هغه منلی او ډېرو مجلو اوورځپاڼو یې متن خپور کړی وو. خو دروان کال د اپرېل په میاشت کی یوه ورځ محترم جمهوریس حامد کرزي کورته ټلفون راته وکړ او راڅخه یې وغوښتل چی د ملی سرود متن ورته ترتیب کړم. ما د ملی سرود یومتن د د وی د ټلفون په ورځ ترتیب کړ، په هغه ماښام می د هغوی د فتر ته ورفاکس کړ، او دوی هم څلور پنځه ورځي وروسته افغانستان ته وبللم. زه هم افغانستان ته ورغلم او د ملی سرود په باب د خبرو دپاره څلور ځله ارگ ته د ماښامنۍ دپاره وبللم. دا هم هغه متن چی ما د دوی دغوښتني سره سم تریب کړ.دا وطن افغانستان دیدا عزت د هر افغان دیکورد سولې کور د تورېهر بچې یې قهرمان دیدا وطن د ټولو کور دید بلوڅو داوزبکود پښتون د هزاره وود ترکمنو د تاجکود ورورۍ پرمېنه گرځيپشه یان نورستانیانچې سمسور کړي خپله مېنهمله یې وروڼه پامیریاندا هیواد به تل ځلېږيلکه لمر پر شنه اسمانپه سینه کې د اسیا به لکه زړه وي جاودانرا ژوندی به کړو له سرهتاریخي افغانستانراغی کور په کور اخترغږ د الله اکبر غږ د الله اکبردا شعر د ملی سرود د ارزیابۍ هغه کمېسیون ته ، چی ریس یې اعظم رهنور زریاب دی، وسپارل سو. د محترم زریاب د پښتو سواد ټولو وطنوالو ته معلوم دی، او دا د تعجب وړ خبره ده چی څرنگه د پښتو ژبی د یوه نظم د ارزیابۍ د کمېسیون مشری داسی یوه چاته سپارله کېږی چی هغه په پښتو ژبه نه پوهېږی. دا خبره باید په یاد ولرو چی د کمېسیون د ريس او غړو انتخاب ټوله په زلمي هیواد مل اړه درلوده. دې کمېسیون ته څه باندی سل نظمونه وړاندی سول او ټول په یوه او بل نامه رد سول. څو بالاخره د کمېسیون ريس ښاغلي زریاب دونه جرأت پیدا کړ چی په یوه مجلس کی یې پېشنهاد وکړ چی که تاسی د سرود متن نه سی ترتیبولای نو موږ به یې په فارسی درته ولیکو او تاسي به یې په پښتو ترجمه کړی.په هرصورت د جلالتمآب جمهوریس کرزي په کور کی په لومړي ماښام مي هغوی ته وویل چی که چېری په ملی سرود کی د قومونو د نومونو یادول ضروری وي نو په نهو قومونو نه خلاصېږو. لږ تر لږه شیعه گان، عربان، قیرغیزیان، سیکهان او هندوان باید په سرود کی شامل سي. او که چېری دا ټول قومونه په ملی سرودکی شامل سي نو حمید ماشوخېل، چی زموږ پښتنو شاعرانو سالار دی ، هم نه سي کولای چی ښایسته سرود درته جوړ کړي. بهتره به داوی چی د قومونو د نومونو د یادولو پر ځای د هغو منطقو نومونه واخیستل سی چی دا ټول قومونه ژوند پکښي کوی. او په د ې توگه به د ټولو قومونو شکایتونه لیری سوي وي. د دې خبری سره سم می خپل هغه سرود ورته ولوست چی تازه می لیکلی او زما په نظر له هره پلوه جامع او غني وو.له امو تر ننگرهارهله هلمنده ترمزارهله پامیر تر هریرودهله بامیان ترکندهارهیو بیرغ دی یو هیوادیو ملت پکې آبادتل دي وي افغانستانهم دې ښاد وي هم آزادټینگوو ملي وحدتځو پر لار د عدالتنوم دحق مو دی رهبروایو الله اکبر وایو الله اکبرمحترم کرزي صاحب ویل واه واه دا بهترین سرود دی. خو هیواد مل ، چی په دغه راز وختونو کی همېشه ویښ وي، سمدستی مداخله وکړه ویل یې دا سرود به کمېسیون ځکه ونه مني چی د اساسی قانون د تصویب په خلاف د قومونو ذکر پکښی نسته. په هر صورت دا سرود په هغه شپه رد سو او پخوانی سرود، چی د قومونو لیست یې په ځان کی درلود، مطرح سو.د ملی سرود د متن د ارزیابی کمېسیون زما پر لیکلی شعر باندی عجیب او غریب انتقادونه درلودل. مثلا ویل یې چی سرود په دا وطن افغانستان دی پیل کېږي. خو که چېری دا سرود په کوم بل هیواد کی ویل کېږی نو هلته خو بیا معنی نه ورکوی. مثلا موږ به په اسلام اباد یا واشنگټن کی څرنگه وایو چی دا وطن افغانستان دی. اوس نو د کمېسیون محترم غړي په دې نه پوهېږي چی په خارج کی معمولا یوازي د سرود موسیقي ږغول کېږی، او که چېری شعر هم ورسره وږغول سي نو پرته له زریاب څخه به هیڅ ساده سړی دا فکر ونه کړي چی افغانانو په اسلام اباد یا واشنگټن دعوه کړې ده . یو انتقاد یې دا وو چی د وطن پر ځای باندی که چېری د فارسي د سرزمین معادله کلمه راسی بهتره به وي. خدای سته په دې پېشنهاد یا انتقاد نو زما هم چندانی سر خلاص نه سو. یو بل انتقاد یې دا دوو چی په دې شعر کی راغلي دي چی دا هیواد به تل ځلېږی لکه لمر پر شنه اسمان. او کله چی سړی دا شعر اوري نو فکر کوي چی افغانستان په اسمان کی دی. زه هیڅ فکر نه کوم چی د زلمي هیوادمل د غوره کړي کمېسیون له غړو څخه پرته دي بل هیڅوک دا شعر دغه راز تعبیر کړای سي.کله چی زلمي هیوادمل د دوهم ځل لپاره د کمېسیون بې معنی انتقادونه را وسپارل نو مي په جواب کی ورته ولیکل چی د ملی سرود د متن د ارزیابۍ د کمېسیون محترمو پوهانو، عالمانو، لیکوالانو او شاعرانو. ماته داسی څرگنده سوه چی که زه د سرود په متن کی هر څونه تغیرات راولم ستاسی له انتقادونو څخه نه خلاصږم. زه دادی متن تاسي ته درسپارم او تاسي ته اختیار درکوم چی د خپلی خوښي سره سم بشپړه لاس وهنه پکښي وکړی. زه له دې افتخار څخه چی د ملی سرود پاره به زما شعر غوره کېږی تېر یم او دا افتخار تاسي محترمو پوهانو، فاضلانو او لیکوالانو ته درسپارم.ستاسي وطندار جهاني.په دې لیک ، د زلمي هیواد مل ډېر چرت خراب سو،خو زه صرف دوې درې ورځي وروسته له افغانستان څخه امریکې ته ولاړم او سرود می زلمي ته پرېښود. څه کم یوه میاشت وروسته د جولای پر دوهمه نېټه محترم جمهوریس صاحب ماته زما دمېرمني د فاتحې راکولو په ترڅ کی په ټلفون کی وویل چی د ملی سرود پاره یې زما شعر غوره کړی دی، او اوس به نو د موسیقۍ اوکمپوز غم خوړل کېږی. خو له دې څخه زیات وکم پنځه لس ورځی وروسته د جمهوری ریاست نوي نطاق کریم رحیمی په ټلفون کی راته وویل چی باید په شعر کی پنځه نور قومونه زیات کړم او د پای هغه بیت چی وایی را ژوندی به کړو له سره تاریخی افغانستان ورڅخه وغورځوم. او په نتیجه کی له سرودڅخه داسی شی جوړ سو چی پرته د قومونو له لیست څخه د بل شي نوم باندی ایښودل کېدلای نه سی دا وطن افغانستان دیدا عزت د هر افغان دیکور دسولې کور دتورېهر بچې یې قهرمان دیدا وطن د ټولو کور دید بلوڅو د اوزبکود پښتون دهزاره وود ترکمنو د تاجکوورسره عرب، گوجر ديپامیریان ، نورستانیانبراهویي دي، قرلباش ديهم ایماق هم پشه یاندا هیواد به تل ځلېږې لکه لمر پر شنه اسمانپه سینه کې د اسیا به لکه زړه وي جاوداننوم د حق مو دی رهبروایو الله اکبر وایو الله اکبرالبته زلمی هیواد مل په دې هم بسیا نه سو او د خپلی ورسپارل سوي وظیفې ، چی تر نامعلومی مودې او یا تل لپاره د پښتو ملی سرود ځنډول، بې خاصیته کول اوحتی مسخره کول وه، سرته رسولو دپاره یې دا ملی سرود عامي نظر غوښتني ته واچاوه . څو لږ ترلږه د دې سرود لیکونکي ته د یو څو بې مسولیتو لیکوالانو په خوله پوچ او فحش ووایی. ځکه خلک نه دي خبرچی دا سرود اصلا په څه شکل وو او بیا د زلمي هیوادمل د کمېسیون په فرمایش څه تغیرات پکښي راغلي دي. زه باید دا خبره وکړم چی ما دملی سرود متن یوازي او یوازي د جمهوریس حامد کرزي په غوښتنه کړی دی. او دا کار می له هغوی سره د اوږدو دوستانه اړېکو په اساس کړی دی. هغوی زما بې اندازې زیات قدر کړی او زه دهغوی د قدردانۍ پوروړی یم. البته زه په دې توگه له مسولیته نه خلاصږم او په کار خو دا وه چی کله زما لیکلی متن ونه منل سونو باید چی ما هم فرمایش نه وای منلی. او اوس مي له حکومت څخه دا صمیمانه غوښتنه ده چی دا سرود کمپوز نه کړي او له بل چا څخه د سرود جوړولو غوښتنه وکړي. د ملی سرود د متن په برخه کی باید ټول وطنوال په یوه اواز د اساسی قانون د تسوید پر کمېسیون باندی اعتراض وکړي چی ولی یې په سرود کی د قومونو ذکرول حتمی کړي دي، ځکه چی دا کار ملی یوالی نه بلکه ملی انشعاب او بې اتفاقي تشویقوی. د بلی خوا د الله اکبرد مقدسی کلمې څخه باید سیاسی استفاده ونه سي ځکه چی الله اکبر د آذان پر منبر ویل کېږی او له ساز اوموسیقۍ سره یې ویل ناروا دي.له محترم جمهوریس حامد کرزي څخه د یوه وطندار، دوست او ورور په حيث غوښتنه کوم چی نور دي نو د دغه راز مشاورینو څخه، چی ده ته پرته له بدنامۍ او تنفر څخه نور هیڅ نه ور په برخه کوي ، ځان خلاص کړي اوکنه نو اگر این مسجد است و این ملاحال طفلان خراب مې بینم د ويبپاڼي يادونه : دملي سرود ږغ او متن له دې ځايه واوری ",ملي سرود خو هم یو داستان لري 1756,," ", 1757,,"   دولسمشر کرزي دمطبوعاتي دفتر له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر دخواشینۍ مراتیب په هند وارسانا په ښار کې دشوې چاودنې له امله ددغه هیواد هغو کورنیو ته چې په چاودنه کې یې خپل خپلوان مړه شوي او ټپیان شوي څرگندوي. ولسمشر وايي افغانان دداډول غمیزو سره تل لاس او گریوان شوي او دنورو په درد هم پوهيږي. ",ولسمشر په هند کې په شوې چاودنې خفه شوی. 1758,," ", 1759,," ", 1760,," دکابل پریس د خبر پربنست د پارلمان د درغلیو ضد کمیسیون د پارلمان درییس یونس قانونی یوه داسی دوسیه تر غور لاندی نیولی چی له مخی یی دپوهنی وزارت دغه پخوانی وزیر د25 ملیونو دالرو په درغلی تورنیږی. ویل کیژی یونی قانونی دغه درغلی د خپل وزارت پرمهال کریده. د کارپوهانو په اند که چیری د قانونی دغه دوسیه جوته او رشتیا وخیژی له پارلمان نه به هم وشرل شی. www.kabulpress.org ",د یونس قانونی د 25 ملیونو دالرو درغلی 1761,," د ٢٠٠٦ مېلادي کال په وروستيو کې به د ملګرو ملتونو د سر مونشي کوفي عنان لس کلن ماموريت ته د پاى ټکى کېښودل شي اونوى سرمونشي به په خپلو چارو پيل وکړي ،په پلازمينه کابل کې د آريانا ټلوېزيون د يو خبر له مخې دغه څوکۍ ته تر دې دمه پنځو تنو خپل ځانونه نومولي چې د امريکا د متحده ايالاتو د پخواني ولسمشر بېل کلنټن او د کابل پوهنتون د ريئس ډاکټر اشرف غني احمدزي نومونه يې په سر کې دي ،دغه راز ويل کېږي چې د ختيځ تېمور له ټاپو ،کوريا او فلسطين څخه هم دغې څوکۍ ته يو يو کانديد ولاړ دى . خو ډاکټر اشرف غني احمدزى لومړنى افغان دى چې په نړيواله کچه د يوې لوړې څوکۍ په ګټلو کې سيالي کوي ،ډاکټر اشرف غني احمدزى چې اوسمهال د کابل پوهنتون ريئس دى وړاندې تر دې يې د افغانستان د ماليې د وزير په توګه هم دنده تر سره کړې دغه راز يې د اقتصاد او سياست په ډګرونو کې خپلې زده کړې تر ډاکټرۍ پورې رسولې دي ،د ملګرو ملتونو د سرمونشي د ټاکل کېدو لپاره د امنيت د شورا غړي هېوادونه د خپلې خوښې کانديد ته رايه ور کوي دا چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره به څوک دغه څوکۍ ته غوره کړى شي راتلونکې به يې ځواب وايي . ",اشرف غني د م .م د سرمنشي څوکۍ ته ځان کانديد کړى. 1762,,"   ع.و.پښتونځار دروان كال دكب پر ۱۷مه، ميدان وردګوولايت كې دښځوورځ ولمانځل شوه.په لمانځنه كې دميدا نوردګوولايت والي ښاغلي عبدالجبار `نعيمي`، درسمي ادارورئيسانو، دولايتي بيارغونې استازيو او سلګونو مېرمنوچې دميدان وردګوولايت له بيلابېلوسيموڅخه راغلې وې ګډون كړى وو. غونډې ته دميدان وردګولايت والي محترم نعيمي، دښځو چارورياست په سر پرستۍ زلمي مايار،قومي مشرانو،دولايتي شورا ښځينوواونارينوواستازيواو نجونو زده كوونكو خبرې وكړې. ښاغلي نعيمي په افغانستا ن كې دښځو پررنځېدنې اوزورېدنې خبرې وكړې. دښځولپاره ېې دپوهنيزوكورسونوپه برابرولورڼا واچوله. لكه دپخوا په څېر به ددرزيتوب اونورومهارتي كورسونو په جوړولوكې هلې ځلې وكړي. ورپسې نورو ګډونوالو داسلام په سپېځلي دين كې دښځو پر حقوقواوپه افغاني ټولنوكې د ځينوناندريو پر خلاف ويناوې واورولې،قومي مشرانوله ښځووغوښتل چې بايد ښځې د هغو حقوقوغوښتنه وكړي چې اسلام وركړيدي.نه هغه حقوق چې دټولنې اوانساني ژواندانه ته تاوان رسوي!همدرانګه دځينوښوونځيوڅخه راغليونجونوزده كوونكو ترانې واورولې. په پاى كې دنوموړې لمانځنې په وياړ تيارې كړې شوې ډالۍ پرګډونوالوووېشل شوې.اوغونډه پاى ته ورسېده. ",ميدان وردګوولايت كې دښځوورځ ولمانځل شوه 1763,,"  حضرت بهار : خوست نن ورځ د ښځو نړيواله ورځ ديوې ناستې په ترڅ کې په داسي حال کې ونمانځل شوه چې په خوست کې د ښځو چارو ريسې روگل (ځدراڼ) ښځې دې ته راوبللې چې عملا په ټوليزو چارو کې د خپلو وروڼو سره برخه واخلې.په دې ناسته کې د خوست والي معراج الدين پټان په خوست کې د پي ار ټي مشر ليفټنټ جنرل سېمون (١) اوپه نورو لوړ پوړي چارواکو سر بيره قومي سپين ږيرو او ښځو، نجونو او د ليسو ښځينه زده کوونکو هم ګډون کړى و.دغه نمانځنه چې د خوست پوهنتون د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوي وه راغليو ګډون والو ته د ډوډۍ انتظام هم نيول شوي و. ",ٍپه خوست کي د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه 1764,," ع . پښتونځار  دروان كال دحوت پر ۱۴مه، په ميدان وردګوولايت كې ديوې اوونۍ په اوږدو كې، دبهسودواومركز له ولسواليوڅخه راغونډې كړې وسلې؛ چې ۵ ميله ټوپكونه، ۱۵۷ فيره دتوپ مرمۍ، شپږقطۍ د،داشكې مرمۍ،۸۲ دانې دهاوان سرګلولې اوداسې نور توکي په كې شامل وو، دډاياګ يادبې وسلې كولو دوهمې لــــــــړۍ چارواكو ته وسپارلې. ديادونې وړده چې په ميدان وردګو كې دډاياګ دلړۍ له پېل كېدو نه رادې خوا، له ۵۰۰ نه ډېرټوپكونه اوپه ټنونو چاودېدونكي څيزونه دډايا ګ چارواكو ته سپارل شوي دي. ",په ميدان وردګوولايت كې دډاياګ غونډه وشوه 1765,احديار - پېښور," چې په دښته د زړګي مې زرغونه  شوې د زړه کور کښې مې د عمر ميلمنه شوې      د ديدن حقدار دې نه ومه که څنګه   چې دې وليدم نو ولې بيا ستنه شوې   هغه سترګې چې مې سترګو کښې پرتې وې نه راګوري راته نن څنګ بيګانه شوې       په وطن د پښتنو کښې به پښتو کړو    چې پښتو نکړې نو څنګه پښتنه شوې   مينې مونږ دې د جنون صحرا کښې پريښو دروغجنه  وې  کيسه  وې  افسانه شوې    هغه سترګې چې مې سترګو کښې پرتې وې نه راګوري راته نن څنګ بیګانه شوې   د ليلا غاړې ته ستا رقيب راغلی   وه اميله ځکه نن دانه وانه شوې   احديار به د مجنون په صف کښې شمير کړې ژونده څه وشو که  يار نه نذرانه شوې ",غزل 1766,," ", 1767,," ", 1768,منصور," په پيښور کې دافغاني مطبوعاتو او خپرنيو په لړ کې داستقامت په نوم نوي  مياشتنۍمجله له چاپه راوتلې   دغه نوي خپرونه چې په پښتو اودرې ژبو ليکل شوي دافغانستان دموجوده جرياناتوپه هکله مقالي او سياسي تبصرى لري ، اود افغانستان په دوه محلي ژبوپښتو ادري سربيره په انګليسي ژبي هم موضوعات لري داسقامت دغه نوي خپريدونکې مجله په ډير ښکلي صحافت او اعلى کاغذ چاپ شوي ځان په افغانستان کې دمجاهدينو ديوي ترجماني مجلي په توګه معرفي کوي په مجله کې خپاره شوي مضامين او مقالي دليکوالۍ په ښه لوړ معيار ليکل شوي تر دي دمه دا نده معلومه چې مجله په افغانستان کې دکوم موجوده سياسي تنظيم له لوري خپريږي خو دمقالاتو له محتوياتو څخه يي په افغانستان کې دموجود ايتلافي او امريکايي ځواکونو ضد احساسات څرګنديږي . ",پيښور کې داستقامت په نامه نوي مجله 1769,," دوه تنه پاکستاني پوځيان د افغانستان او پاکستان اوسنۍ پولې ته څيرمه ووژل شول. ويل کيږي چې دغو دوو تنو، د قبايلي وګړو له خوا د پاکستاني پوځ پر يو کاروان باندې د بريد په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. دا پيښه چې د شمالي وزيرستان د ميرانشاه سيمې په انګار کلي کې رامنځته شوه، د قبايلي وګړو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ يې د جګړې اور بل کړ ",اوسنۍ ګډې پولې ته څيرمه جګړه روانه ده. 1770,سهار," کابل:د کابل مزار پر لویه لار د یوې وسله والې غلا په ترڅ کې له پنځو تنو مساپرو نه دیرش زره ډالره ولوټل شول. دغه مساپر د ازبکستان وگړي دي او له کابله د مزار پر لور روان و،چې له وسله والې غلا سره مخ شول. د بغلان د امنیې قوماندانۍ په وینا دغه پېښه د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې رامنځته شوېده. وسله والو غلو د پیسو تر څنگ د سوارلۍ فلاینگ کوچ موټر هم له ځانه سره وړی دی. پولیسو د فلاینگ کوچ ډریور له غلو سره د لارې درلودو په تور نیولی او پېښه تر څیړنې لاندې ده. ",د کابل- مزار پر لویه لار وسله واله غلا 1771,," يوتن افغان انجنير او د هغۀ دوه تنه ملګري چې پرون د ناپيژندل شويو کسانو له خوا په زابل ولايت کې تښتول شوي وو، نن سهار بيرته خوشې شول. د زابل ولايت د پوليسو د قوماندان محمد نبي ملا خيل په وينا، ددې کسانو د راخوشې کيدو په بدل کې هيڅ راز معامله نه ده ترسره شوې. ",په زابل کې تښتول شوی انجنير خوشې شو. 1772,," د هلمند ولايت په ديشو ولسوالۍ کې تيره شپه د طالب جنګياليو او پوليسو ترمنځ د يوې نښتې په پايله کې يو پوليس مړ او درې نور سخټ ټپيان شول. د نوموړې ولسوالۍ د چارواکو په وينا، په دې پيښه کې دوه تنه طالبان هم وژل شوي دي. ",په هلمند کې د نښتې له امله مرګ ژوبله اووښتې. 1773,," د پاکستان تر ولکې لاندې، کشمير کې د سره صليب يوه چورلکه راپرېوته، او دوه پيلوټان يې ژوبل شوۀ. ويل کېږي چې نوموړې چورلکه د اکټوبر د اتمې نېټې زلزله ځپلو ته د مرستې رسونې په چارو بوخته وه. تر دې دمه ددغې پېښې د رامنځته کېدو لامل نه دی څرګند. دغې چورلکې د سهيلي افريقا په هوايي شرکت پورې اړه درلوه او د سره صليب لپاره يې کار کاوه. ",په کشمير کې يوه مرستندويه چورلکه راغورځيدلې ده. 1774,," د پاکستان په بلوچستان ايالت کې پر يوۀ ماين باندې د موټر د ختلو په پايله کې لږ تر لږه شپږ ويشت تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او يو زيات شمېر نور ژوبل شوي دي. دا پېښه نن د بلوچستان ايالت د مرکز، کويټې په نژې درې سوه کيلومترۍ کې پرتې سيمې، ډيره بوګټي کې رامنځته شوه. چارواکي وايي چې تر دې مهاله څرګنده نه ده چې ددغې پېښې تر شا د چا لاس دی. دولتي سرچيني زياتوي چې نوموړي موټر يوۀ واده ته خلک لېږدول. د ګاز له پلوه بډای ايالت، بلوچستان له وروستيو څو مياشتو راهيسي د قومي ډلو له خوا د زياتو سياسي او اقتصادي حقونو د لاسته راوړنې په ناندرو کې د تاوتريخوالو د پېښو شاهد پاته شوی دی. ",په بلوچستان کې يو ماين شپږ ويشت تنه ووژل. 1775,," په کندهار کې د وژل شوي کاناډایي سرتیري مړی نن په کاناډا کې خاورو ته وسپارل شو. دغه کاناډایی سررتیری تیره اونۍ د یوې ترافیکي پېښې له امله مړ شو. تر ده مخکې د کلین بیري په نوم یوبل کاناډایی ډیپلومات هم په کندهار کې د یوې ترافیکي پېښې په ترڅ کې مړ شوی و. د امریکا دمتحدو ایالتونو پخواني ولسمشر بل کلنټن د کاناډا له دولت نه مننه او ستاینه کړېده،چې په کندهار کې یې د ایتلافي ځواکونو په چوکاټ کې د خپلو سرتېرو قرباني ورکړېده.   ", وژل شوي کاناډایي مړی خاورو ته وسپارل شو 1776,," میرویس جلالزی:  اروپا او امریکې د ملگرو ملتو له امنیت شورا غوښتي تر څو د ایران د اټومي لانجې په اړه چټک گامونه پورته کړي  په نړیواله اټومي اداره کښي د امریکې استازي نن دا څرگندوني کړي دي . نوموړي ویلي چه ایران نه غواړي خپله لانجمنه اټومي دوسیه په سولیز ډول هواره کړي خو ایران ټینگار کوي چه د دوی اټومي پروگرام د سولیزو مقاصدو په موخه ده .  ",امریکا : د ایران د اټومي لانجې پر ضد دی ګامونه پورته شي 1777,," میرویس جلالزی : د شمالي وزیرستان د یو لوړ پوړي دولتي چارواکي د موټرو په کاروان برید شوی  پاکستاني استخباراتي مامورین وایې دا برید د چهار شنبه په سهار د سید ظهیر السلام د موټرو په کاروان شوی خو نوموړي ته د سر زیان ندی اوښتی او روغ رمټ دی خو یوازي د هغه یو تن ساتونکی ژوبل شوی دی . چارواکي وایي د دولتي سرتیرو په برید کښي یې څلور سخت دریځي د ا لقاعده غړي د شمالي وزیرستان په میرانشاه ښار کښي وژلي ي . ",دوزیرستان د یودولتي چارواکي په موټرو برید شوی 1778,," میرویس جلالزی د بشر د حقونو یوې څارونکي ډلي له پاکستاني حکومت نه غوښتي ترڅو د دې هیواد او افغانستان تر منځ په پرتو پولو کښي د عملیاتو پر مهال د ملکي وگړو له مرگ ژوبلي ځان لري وساتي  د ې ډلي د چهار شنبه په ورځ دا غوښتنه کړې وه  . نوموړي ډلي په خپل راپور کښي د پاکستان له لوړ پوړو چارواکو غوښتي تر څو ژر تر ژر د بشر د حقونو ساتونکو ډلو او خبریالانوته اجازه ورکړي تر څو له دې سیمو لیدنه وکړي . د پاکستان د شمالي وزیریستان په میرانشاه ښار کښي له څو ورځو د راپیل شوي جگړې له امله د پاکستان د پوځ د ویاند جنرال شوکت سلطان په وینا 145 تنه بهرني اورپکي وژل شوي دي ",پاکستان دي د ملکي وګړو له مرګ ژوبلي لاس واخلي 1779,," میرویس جلالزی :  دا ټکي په کابل کښي د پاکستان د سفارت یو چارواکي چه نه یې غوښتل نوم یې خپور شي د سه شنبه په ورځ وروسته له هغه څرگند کړ چه د نوموړي هیواد ولسمشر جنرال پرویز مشرف افغان ولسمشر حامد کرزی د خپل هیواد په روان حالت بیخبره وبلل . نوموړي سفارتي چارواکي وویل طالبان په خپله افغانان دي او کله چه پرې فشار واچول شي نو د پاکستان هغو سیمو ته وتښتي چه پکښي په گڼ شمیر افغان کډوال ژوند کوي . نوموړي وویل مونږ نشو کولای چه د تورخم او داسی نوري پولي د تگ را تگ پر مخ وتړو ځکه مونږ په افغانستان کښي د روسي دولت له ماتي سره د مجاهدینو په ملاټر کښي پوره ونډه درلوده. د پاکستان د سفارت د دې چارواکي په وینا اوس هم دورځي د 300 تنو په شاوخواکښي افغان وگړي پاکستان ته د تگ ویزې تر لاسه کوي نو څنگه کیدای شي چه له پاکستان نه ترهگر افغانستان ته راشي او بریدونه وکړي . نوموړي د ده په وینا د خپل صدر ( پرویز مشرف ) له څرگندونو نه په ملاتړ وویل افغان مطبوعات د پاکستان ضد پالیسۍ لري حال دا چه داسي کس په افغانستان کښي نشته چه په پاکستان کښي یې یا زدکړي نه وي کړي او یا یې هم ژوند نه وي کړی . خو افغان کارپوه حبیب الله رفیع بیا وایی چه په افغانستان کښي د ناکراریو تر شاه د پاکستان پوره لاس دی او مخکني زیاتر ه حکومتونه د پاکستان لاس پوڅي حکومتونه وو . نوموړي وایی افغانستان ا وس لکه یو ناروغ  دی  چه په تازگي د بستر له کټ نه را پورته شوی او د دې توان نلري چه د بل هیواد په کورنیو چارو کښي لاس وهنه وکړي . د پاکستان ولسمشر پرویز مشرف ویلي وو چه حامد کرزی په دې ندی خبر چه په هیواد کښي یې څه تیریږي او دوی ته سپارل شوي ټول استخباراتي معلومات زاړه او نا سم وو . خو د افغانستان د دولت ویاند کریم رحیمي د پرویز مشرف د تور په اړه چه په افغان ولسمشر یې لگولی وو څه ونه ویل خو ټینگار یې وکړ چه د دوی له خواه پاکستاني لوري ته سپارل شوی معلومات دقیق کلک او تازه وو ",طالبان او ویره اچونکي د افغانستان وگړي دي . 1780,," د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق ادارې ٢ ميليون ٤٦٤ زره ډالر د عامې روغتيا وزارت سره مرسته کوى ترڅو هغه پنځه پروژې چې دغه وزارت يې په پام کې لري پرې بشپړې شي .د عامې روغتيا وزير وويل د راتلونکى کال له پاره موږ ٣٠٠ ميليون ډالرو ته اړتيا لرو تر څوپه روغتيايي چارو کې ښه والى راشي . ",د عامې روغتيا سره د ٢ ميليونو ډالرو مرسته 1781,," www.worbal.com/khabaryal د نذیرسهار ویبلاګ www.worbal.com/weblog www.worbal.com/weblogد اسماعیل نوید ویبلاګwww.worbal.com/hadi د هادي حیران ویبلاګhttp://afghanjournalism.blogspot.com/د یونس برهان ویبلاګhttp://www.worbal.com/fawad د  احمد فواد لامع ویبلاګ   ",د پښتنو زلمیانو ویبلاګونه پرلیکه شول 1782,," د افغانستان په شمال د بلخ ولايت کې د اوبو د هغه ستر کانال د کار جوړولو کار پيل شو، چې په بشپړيدو سره به يې ٣٠٠ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي .د دغه سترې پروژې لگښت ٥ ميليون ډالر اټکل شوي چې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا ورکول کيږي . ",د افغانستان په شمال کې داوبو جوړولو کانال 1783,," دغه تړون د ماليې وزير ډاکتر انور الحق احدى او داسيايي پراختياي بانک ددفتر رئيس ( براين نايت ) ترمينځ د پنجشتبې په ورځ په کابل کې لاسليک شو .احدى وويل ددغه مرستې ٦٠ اعشاريه ٥ ميليون ډالر د پور او ١٤ اعشاريه ٥ ٥ ميليون ډالر په وړيا ډول د افغانستان په واک کې ورکول کيږي .دغه مرسته به د اوبو او بريښنا په پروژو کې ولګول شي . ",د ٧٥ميليون ډالرو مرستوتړون لاسليک شو 1784,حقمل," د هغه تړون له مخې چې د پنجشنبې په ورځ د افغان ولسمشر حامد کرزي په وړاندې د بهرنيو چارو دوزير عبدالله او په کابل کې د امريکا د سفير رونالد نيومن ترمينځ لاس ليک شو ،امريکا دافغان دولت د ځواکمنتوب په موخه ٧٦٣ ميليون ډالر له افغان حکومت سره وړيا مرسته کوي.عبدالله وويل : دغه مرستې به دملى پوليسو په روزنه ،د نيشه يي توکو پر ضد مبارزه او دمدنى او قضايي ټولنو د قوى کيدو په برخه کې ولګول شي . ",٧٠٠ مليون ډالر وړيا مرستې له افغانستان سره 1785,," افغانى امنيتي چارواکويو تن پاکستانى په دې تور نيولى دي ، چې ددوى په وينا ده غو ښتل د دايکنډى والى او امنيه قوماندان ووژنى . د افغان پوليسو يو چارواکى وويل دوى داسې اطلاعات لري چې پنځه تنه پاکستانيان د يو شمير وران کاريو له پاره هېواد ته د ننه شوي دي . ",د ترهګرۍ په تور د يو پاکستانى نيونه 1786,," د ملګرو ملتونو سرمنشى کوفى عنان د افغانستان په اړوند خپل رپوټ د امنيت شورا ته وړاندې کړ او پر دې يې ټينګار وکړ چې په دغه فقير هېواد کې دې د ملګرو ملتونو دنده دوام ومومي . په افغانستان کې د ملګر ملتونودنده د روان زيږديزکال دمارچ په ٢٤ نيټه پاى ته رسيږي . عنان دنور يو کال دغزيدو غوښتنه وکړه او څرګنده يې کړه چې افغانستان، د امنيت ، مرکزى حکومت،بشرى حقونو ،اقتصادى او ټولنيزې ودې اود نيشه يي توکوسره د مبارزې په اړوند له ستونزو سره مخامخ دى . ده وويل له دولت سره د خلکو د ملاتړ او اعتبار په موخه بايد په دې برخو کې پرمختګ وشي .حنان وايي سره له دغو ستونزو په تيرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې ځانکړى سياسي بدلونونه راغلي دي.ده بيا هم ګوته ونيوله چې افغان دولت لا ډير کمزورى دى او نه شي کولاى په دې اړوند دندې پلى کړي. ",عنان د افغانستان په هکله خپل رپوټ وړاندې کړ 1787,," د تام فاکس مړى چې د تير نومبر په ٢٦ نيټه له دريو نورو بهرنيانو سره تشتول شوي وو ، اوس په عراق کې پيدا شوي دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دا خبره منلې او وايي چې د ده کورنۍ ته يې خبر ورکړى دى . د رپوټ له مخې د نورو يرغمل شويو کسانو پته نه لګيږي . ",د يرغمل شوي امريکايى مړى په عراق کې پيدا شو 1788,حقمل," افغان چارواکو د جلال اباد د جنوب په ٤٠ کيلومترى د چپرهار ولسوالى په کليوالى سيمه کې دافغان فوځ او اورپکو ترمينځ د نښتې خبر ورکړ او ويل کيږي په دغه نښته کې د يوې ميرمنې په ګډون يو تن اورپکى وژل شوي دي. په دغه نشته کې چورلکو هم ډزې کړي دي . افغان چارواکى وايي چې په يو کور کې څو تنو اورپکو ځانونه پټ کړي وو، او غوښتل يې چې په دغه ولايت کې وران کاره عملونه ترسره کړي. د نښتې په پاى کې څرګنده نه شوه چې نور مخالف جنګيالى څه ډول له دغه ځاى څخه په تښته بريالى شوي دي. ",د ننګرها په چپرهار کې مرګ او ژوبله 1789,," د امنيت شورا پنځو دايمى غړو( امريکا ، چين ، روسيه، فرانسه او بريتانيا) د جمعې په ورځ د تړلو دروازو ترشا د ايران د اتمى لانجې په اړونديو ساعته ناسته وکړه او وروسته ديپلوماتانووويل :چې ښې خبرې يې درلودې . د تيرې اونۍ په ترځ کې د اتمى انرژى نړيوال سامان دايران د اتمى فعاليتونو په هکله رپوټ امنيت شورا ته وسپارو .ټاکل شوې ده شورا په راتلونکې اونۍ کې د يوې ناستې په ترځ کې له ايران څخه وغواړى د يورانيمو د بډاى کېدو په هکله خپل فعاليت ودروي . ايران وايي اتمى فعاليت يې سوله ايز دى . ",دامنيت شورا د ايران په هکله ناسته وکړه 1790,," د پاريس د سورين د پوهنتون محصلين او پوليس سره لاس په ګريوان شوي او درپوټونو له مخې ډير شمير محصلين د پوليسو له خوا نيول شوي دي. تيره ورځ هم د پاريس په شانزه ليزه واټ کې د داړو لور ترميځ نښته شوې او ويل کيږې د فرانسې د٣٨ پوهنتونونو زده کونکود فرانسې د دواړو مجلسونو د ګمارلو دنوى قانون د تصويب پر وړاندې په اعتصاب لاس پورې کړى دى. ",په فرانسه کې محصلين او پوليس لاس په ګريوان شول 1791,," په هلمندکې امنيتى چارواکو په دغه ولايت کې د ٢ تنو دولتى پوليسو مړى په يوه دشته کې پيدا کړي دي ، کوم چې تيره ورځ ناوخته تښتول شوي وو .هلمند د افغانستان له هغو سيمو څخه دى چې په کې ددولتى ځواکونو او مخالف جنګياليو تر مينځ پرله پسې اخ او ډب روان دى. ",په هلمند کې د ٢ تنو پوليسو مړى موندل شوي . 1792,,"   ولسمشر حامد کرزي تېره ورڅ د عبدالعلي مزاري د مړینې د  ۱۱ تلین په مراسمو کې له پاکستان نه د پټ دښمن په نوم یادونه وکړه. حامد کرزي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل،چې مزاري، احمدشاه مسعود، عبدالحق، حاجي قدیر ،جنرال کټوازی او نور کسان د بهرنیانو او د بهرنیانو د لاسپوڅو یا غورڅنګ له خوا ووژل شول. کرزي د پاکستان نوم وانخست، خو له خبرو یې داسې برېښېده،چې پاکستان ښیي. کرزي وویل، ‌طالبان د سپین بولدک له لارې د بهرنیو استخباراتو په نېغه مرسته او لارښوونه پرکندهار او د افغانستان پرنورو سیمو واکمن شول او د طالب تر نامه لاندې یې واکمني وچلوله.  پاکستان ته د ښاغلي کرزي تر سفر وروسته دا لومړی ځل دی، چې نوموړی  په خپلو خبرو کې د پاکستان لپاره د پټ اشغال او نفاق اچوونکي کلیمې کاروي. ",کرزي، پاکستان نفاق اچوونکی وباله 1793,," د پاکستان د فوځ وياند شوکت سلطان افغانستان پولې ته نيږدې د شمالى وزيرستان په قبايلي سيمه کې تيره شپه د وسله والو اورپکو په يو پټن ځاى دچورلکو په ملتيادبريد خبر ورکړى دى اووايې چې تر ٣٠ تنو اورپکې يې په کې وژلى دي .دغه بريد ميرانشاه ته نيږدې شوى او دغه پټن ځاى يې ويجاړ کړى دى. د ميرانشاه او ميرعلى په سيمه کې له ٦ ورځو راهيسې ګرځبندي لګول شوې او پاکستانى چارواکى وايي چې تراوسه يې ١٥٠ تنه مخالف جنګيالى وژلى دي . د پاکستان د کورنيو چارو وزيرتور لګولى دىچې وسله وال کسان دافغانستان څخه رااوړى او په بريدونو کې برخه اخلي.له ميرانشاه او ميرعلى څخه ځايي اوسيدنکى وتلى او په دغو سميو کې لويه ورانىاو ډيره مرګ او ژوبله رامينځ ته شوې ده . ",پاکستان ٣٠ تنه فوځى اورپکې وژلې دي. 1794,محمد حسن حقيار," محمد حسن حقيار   اورونه پرهرونه دهېواد دځوان ليکوال او شاعر ښاغلي ريحان الله رحيمي د شعرونو لو مړۍ ټولګه ده چې په دې وروستيو کې دنظر آباد دعلمي او کولتوري ټولنې لخوا د دانش خپرندويه ټولنې په تخنيکي مرستې په رنګه پوخ له سريزې او تقريظونو پرته په يو سل او يوولسو مخونو کې خپره شوې ده دکتاب دکمپوز او ډيزاين چارې ضياء الحق شمس ترسره کړې دي او تقريظونه پرې استاد فضل ولي ناګار او استاد سيد قياس سعيدي ليکلي دي او دښاغلي رحيمي شاعري يي ښه ارزولې، ښېګنې او منفي ټکى يې په ګوته کړېدي او هر اړخيزه کتنه يې ورته کړې ده . د رحيمي دشعرونو په لوستلو سره دا استنباط کېږي چې نوموړى هم زموږ ددرېدلې کړېدلې او ځورېدلې ټولنې دبل هر غړي په څېر کړېدلى او ځورېدلى او شعرونه يې هم تر ډېره حده  ديو تراژيد مهال انځورونه دي .ده دشعرونه سړي ته دهجرت، جهاد ايثار او قربانۍ وختونه هم وريادوي او په انسان کې دمېړانې سرښندنې، اتلولۍ جهاد او مبارزې سپيڅلي احساس هم ټومبي، له وطن، خاورې، ولس اوقام او ټبر سره مينه هم په کې ځلېږي او داسلام سپيڅلو معتقداتو ته بلنه او په هېواد کې داسلامي شريعت نفاذ هم پکې ديو لوړ هدف په توګه په څپو ده . ريحانه غواړه شريعت دپښتنو خاوره کې ځکه ايمان لري په دين په پيغمبر  پښتانه ريحان الله دهيومانيزم پر ځاى پر رياليزم ډېر معتقد دى حقيقت خوښونه، جرئت، او زړوړتيا يې په فطرت کې نغښتې دي دکناياتو او استعارو په کارولو  يې بسيا نه ده کړې په رمز او اشارو يې زړه تسکين شوى نه دى دزړه خبره يې په زړه کې نه ده پرېښې دزړه غوټه يې پرانستې او په ښکاره وايي :   چې زما په لورې سترګې جانان نيسي سم دواره مې والله چې پيريان نيسي   دى په اوسپنېزو کړيو او زولنو کې نه بندېږي، د اوسپنې ځنځير ته اړتيا نشته ، په ډېره نرمه تړل شوى او دخوځېدلو مجال يې نشته دى . عشق ليونى کړ زولنو ته حاجت نشته دى زلفو کې ګير شوى په کمڅو کې لوبېده غواړي   دده شعر ډېر روان، سليس، خوږ او ساده دى لکه وړاندې مو چې  وويل پښتونولي قام پالنه، ملي نظمونه، هېوادنۍ مينه، په کې ډېر ځاى لرى  . دځينو نورو په څېر يې دخلکو دتېرو وېستلو لپاره هسې دالفاظو رنګيني او زرق او برق نه دى  کارولى، تصويرونه يې هم ساده  او عام فهمه دي خيال پر دازي يې هم په مناسبه انداز کې ده داسې نه ده چې دغزل يوه نيم بيته يې لوستونکي ثريا او بله نيم بيته يې بيا بېرته ثرى ته  ورسوي په غلو او اغراق کې هم افراط او تفريط نه دى شوى .                         دښاغلي رحيمي دشعرونو ډېره برخه خوږې غزلې دې همدا راز نظمونه بګتۍ، چاربيتي، نيمکۍ هم پکې ليدل کېږي  چې هر يوه په خپل ځاى کې خپل خوند لري .                         دپښتو دجهادي ادب نوموتى استازى نامتو ليکوال او شاعر استاد فضل ولي ناګار په اورونه پرهرونه دخپل تقريظ په  يوه برخه کې ليکي : ((...ښاغلى رحيمي د ننګرهار ولايت دسره رود ولسوالۍ د نظر آباد اوسېدونکى دى ، نظر آباد يوه زرخېزه او مردم خېزه سيمه ده چې هر سحر دهغه ځړوبو  شرار چې ننګرهار يې روښانه کړى، په دلو دلو الهامونه وربخښي، د کابل سيند ورته دکڅ دادب و عرفان زمزمې، پخپلو څپو کې نذرانه کوي او دتورغر شمال ورته دشهيد ادم خان او شهيد رسول خان دتکبيرونو هغه عکس چې په هوا کې  خوندي دى، سهار سهار تلقينوي، نو رحيمي چې دفن درياضت لپاره دخپل زړه معبد ته ورننوځي نو له اوږدو هلو ځلو وروسته دښکلو شعرونو په بدرګه راوځي او خپل ټول قلبي واردات يې دفن په ژبه انځور کړي وي. محبت درڅخه زړه له واکه ووېست کله دا وايې ريحانه کله دارا له ښه بخته ځوان شاعر رحيمي چې دشعر غوټۍ يې اوس اوس په ګل کېدو  ده ،سپېڅلې او ساده شاعري کوي، چې له هر ډول تصنع، اغراق  او فلسفه بافۍ څخه ازاد ده هغه په وړومبي قدم کې داسې ښکاري، چې دپښتو دخوږ ژبې او نه هېرېدونکي دردمن شاعر ملنګ جان مرحوم پرپله روان دى او له شک پرته دا هغه سبک دى چې زموږ په ولس کې له حده زيات مقبوليت او درناوى لري . چې يې مينه وي ليدلي وابه نه وړي وابه نخلي په بل لوري يو قدم څوک   ښه او بد واړه روښانه دي هر چاته وربه نکړي يو ګلاب په ډېر شړشم څوک   سادګي په هر حالت کې غوره ده، خو چې کله ورسره خلوص او پاکي ملګري شي بيخي په زړه کېني :   ته که دريحان خواته نظر وکړې خداى به هم نظر وکړي په تا ګلې   د ښاغلي ريحان شاعرۍ ته چې وکتل شي، ښکلي تصويري جملې پکې سترګکونه وهي او داسې ښکاري چې مشاهده يې هوايي او خيالبافي نه ده.   څومره ښه وخت و، چې آبادې پرېښودې راسره ددنګو ونو په ټالو چې زنګېدې راسره...)) همداراز دننګرهار پوهنتون  استاد پوهنمل سيد قياس سعيدي په همدې کتاب دخپلې ليکنې په يوه برخه کې وايي : ((...ترکومه ځايه چې خبره د ځوان شاعر ريحان الله رحيمي د شعري فن پورې تړلې او اړونده ده، نو زه دده دشعر په ګلزار کې وګرځېدم، ترې اغيزمن شوم او دا راته څرګنده شوه  چې درحيمي صيب شاعري تر ډېره بريده رياليستيکي بڼه لري، د عشق په دې لوى سمندر کې ډېر رنځېدلى او کړېدلى ښکاري .                         که رښتيا ووايم داشاعران هم ځانګړي خواص لري، چې دغه ډول خواص  د ښاغلي رحيمي په صورت او سيرت کې له ورايه څرګند دي او که څوک هم ورسره کېني او ورته لږ ځير شي، نو خپله به ووايي، چې رحيمي صيب رښتيا يو شاعر دى.                         بله دا چې درحيمي د کتاب نوم ډېر ښکلى دى او که يواځې هم دغه غزل يې ولوستل شي، نو دشعري ټولګې ټولې نيمګړتياوې يې بايد دنشت برابر شي . ښاغلى رحيمي نه يواځې دا چې زما هم ټولګيوال و، بلکې زما ملګرى هم دى، نوموړى ډېر خاموش او دښه سيرت څښتن دى.                         په پاى کې زه دښاغلي رحيمي دغه ادبي هاند، زيار او هڅه دادب په ډګر کې دستر بري نوم ګڼم او د هغه هنري وړتيا ستايم او په دې لار کې ورته دلازياتو برياوو هيله کوم ...)) موږ دعا کوو چې الله ج دې دښاغلي رحيمي دشعر چينه لا تانده او رڼه ولري او خداى  ج دې وکړي چې  درحيمي دځوانۍ، دوخت قلم به دخپل مسلمان او مجاهد ولس دخدمت لپاره وخوځېږي موږ هيله لرو چې دناراستۍ  او تنبلۍ ورېځې به د رحيمي له اسمانه لېرې وي او دلا ښو پنځونو جوګه شي او د نظر آباد علمي او کولتوري ټولنې  ته هم دلا ښو خدمتونو اوارز ښتمنو کتابونو دچاپ توفيق غواړو.   دمينې انځورګره څه کارونه دي دمينې اورونه دي دمينې پرهرونه دي دمينې دا څنګه پښتنې شوې اوښکې نه لوڅوي مخ تخنېږي دليمو شاته ويرونه دي دمينې   ",رحيمي په ارونو او پرهرونو کې 1795,," د عراق ددولتى ټلويزيون مشر امجد حميد حسن نن له غرمې مخکې د بغداد په غرب د حضرا په سيمه کې هغه مهال ووژل شو ، چې د خپل کور څخه د کار په لور روان وو. د وژل شوي مړى يو روغتون ته ليږدول شوي دي. ",د عراق د دولتى ټلويزيون مشرووژل شو 1796,غلام جيلاني ځواك," غلام جيلاني ځواك د هند اوامريكا ترمنځ د اتومي همكاريو په هكله تړون په سيمه كي د يو ډير ژور او هر اړخيز بدلون پيلامه ده. دا تړون به وروسته د سيمي د سياسي اړيكو انډول او جوړښت كي بنسټيز بدلون راولي. پاكستان اوهند تقريباً سره يوځاي د اتومي چاودنو په سرته رسولو نړيوالو ته اعلان كړه چي د اتومي وسلي درلودونكي دي، په پايله كي دواړه هيوادونه د يو شمير نړيوالو بنديزونو سره مخ شول. په ښكاره پاكستان د ترهګري سره په جګړه كي د امريكا ملګري دي، خو امريكا د هند سره د اتومي همكاريو په هكله كوم تړون چي لاسليك كړ، حاضر ندي همداسي يو تړون پاكستان سره هم لاسليك كړي، ددي تړون په لاسليك كولو نه يواځي دا چي هند به وكولاي شوي د امريكا او نورو هيوادوڅخه اتومي تكنالوژي اواتومي بټيوته د سون مواد ترلاسه كړي بلكي دا تړون دهند اوامريكا ترمنځ د لا پراخو سياسي، اقتصادي او پوځي اړيكو ته لارپرانيزي، هند به ددي تړون له امله وكولاي شي دننه په هند كي دخپل مخ په ودي صنعت لپاره د انرژي اړتياوي پوره كړي، د هند چټكه اقتصادي وده او امريكا اوغربي نړي سره نژدي پوځي اقتصادي، او سياسي اړيكي به هند سره مرسته وكړي چي د يو بشپړ سيمه ييز ځواك بڼه غوره كړي. پاكستان لپاره دا يوه ډيره ستره ناكامي ده، پاكستان د هند اقتصادي او پوځي ځواكمنتيا ځان لپاره يو ستر ګواښ ګڼي. ښكاره ده پاكستان د هند پرګټه د دورستيو پرمختياو په وړاندي لاس ترځنه كښيناستي نشي او هرو مرو به نوري لاري چاري لټوي ترڅو وكولاي شي ځان هند سره د سيالي جوګه كړي او يا لږ ترلږه د هند په وړاندي د خپل ځان د ساتني او خونديتوب وړتيا ترلاسه كړي، په دي توګه امريكا سره د هند نژديوالي اود پاكستان او امريكا ترمنځ د واټن زياتيدل به د ټولي سيمي په سياسي اړيكو ډيره ژوره او اوږد مهاله اغيزه ولري . د نن ورځ په ليكنه كي غواړم دوه سوالونه ځواب كړم. لومړي امريكا د اتومي همكاريو په هكله د تړون لپاره ولي هند ته پر پاكستا ترجيح وركړه او بل دا چي ددي تړون اغيزي به د سيمي په سياسي اړيكو څه وي. زما په اند د لاندي دلايلو پربنسټ امريكا دا تړون د پاكستان پرځاي د هند سره لاسليك كړ: ۱ - پاكستان يوغير طبيعي جوړښت دي او د يوي سياسي حادثي په نتيجه كي منځ ته راغلي د پاكستان فنا اوبقا د پاكستان د پوځ دبري اوماتي پوري تړلي ده په كومه شيبه چي د پاكستان پوځ ماته وكړه په هماغه شيبه بيا پاكستان نشته، نو په يو داسي هيوادكي چي شتون اونه شتون يي د يوي پوځي ماتي پوري تړلي وي،هلته اوږد مهاله سياسي او پوځي پانګه اچونه او بيا په تيره هغي هيواد سره د اتومي همكاريو تړون لاسليك كول په هيڅ توګه د عقل سره اړخ نه لګوي. ۲ – په نړيواله ټولنه كي دا انديښنه ورځ په ورځ مخ په زياتيدو ده چي د پاكستان اتومي وسله كيداي شي نړيوال امنيت ته په يو ګواښ واوړي، ځكه چي ترهګرو اوبنسټ پالو دپاكستان په ټولو سياسي او ټولنيزو پوړونو كي د پام وړ نفوذ پيدا كړي، ډيرداسي شواهد اودلايل شته چي پاكستان اوس هم د ترهګرو ملاتړكوي، بنسټ پالو سياسي ګوندونو او ډلو تل د پاكستان پوځ او آيي ايس آيي سره نژدي ملګرتيا درلودلي ده، په بنګله ديش كي د پاكستان جميعت اسلامي ډلي يوي څانګي (البدر) د پاكستاني پوځ سره يوځاي د بنګالي وطنپالو پرضد جګړه كوله، د افغان جهاد پرمهال دبنسټ پالو او آيي ايس آيي ګد كار لا پراختيا وموندله او بالاخره دهمدي بنسټ پالو په مرسته پاكستان وكولاي شول په افغانستان كي د طالبانو پروژه پلي كړي او په كشمير كي د بنسټ پالو په مرسته دهند دولت ته ستري امنيتي ستونزي وزيږوي. ترهګرې، بنسټ پالان او د پاكستان استخبارات سره نژدي همكارى لري، نو په هيڅ توګه ناشوني نده چي د پاكستان اتومي وسله او تكنالوژي د ترهګرو لاس ته ولويږي كه دا كار وشي نود نړي امنيت به د يوستر ګواښ سره مخ شي، نو په داسي حال كي چي د پاكستان اتومي وسله نړيوال امنيت ته يوګواښ ګڼل كيږي، پاكستان سره د اتومي همكاريو تړون لاسليك كول به د دي ګواښ د لاپياوړي كولو مانا ولري. له بلي خواد پاكستان دولت ونشول كولاي د اتومي تكنالوژي د خپراوي مخه ونيسي، د ډاكټر عبدلقديرد شبكي افشاكيدل ثابته كړه چي پاكستان د اتومي تكنالوژي دخونديتوب په هكله يو باوري هيواد ندي.  ۳ – دترهګري سره په جګړه كي هم پاكستان ونشول كولاي په خپلو ژمنو پاتي شي، اوس ټولي نړي ته په ډاګه شوي چي پاكستان دترهګرو د روزني او پالني يو ستر مركز دي او اوس هم پاكستان له ترهګري او بنسټ پالني نه د يوي سياسي وسلي او وسيلي په توګه كار اخلي، ترهګري اوس يوه نړيواله ستونزه ده او ټوله نړي ورسره په جګړه بوخته ده، پاكستان د ترهګرو په ملاتړ عملاً ټولي نړي اوانسانيت سره د دښمني لار نيولي. او بالاخره دا چي تراوسه هم ولسواكي په پاكستان كي بنسټيزه شوي نده پاكستان د خپل عمر ډيره برخه د پوځي جنرالانانو تر واكمني لاندي تيره كړي، پاكستان كي واك د پوځ په لاس كي وي او كه د كوم سياسي ګوند اصلي واك د آيي ايس آيي په لاس كي وي. نوپاكستان پرخپل څه كم شپيته كلن عمر كي ثابته كړي چي له هراړخه يوناكام دولت دي، پاكستان كي ولسواكي نشته، پاكستان او س هم د ترهګرو ملاتړ ته ادامه وركوي او دا كلكه انديښنه وجود لري چي دپاكستان اتومي وسله د ترهګرو لاس ته ولويږي، او حتي د پاكستان دولت هم ونشول كولاي د پاكستان د اتومي تكنالوژي د خپراوي مخه ونيسي. نو پاكستان په هيڅ توګه ددي وړ ندي چي د اتومي همكاريو تړون ورسره لاسليك شي.  خوهند په ډيرو دلايلو دا وړتيا لري چي امريكا ورسره د اتومي همكاريو په هكله تړون لاسليك كړي. ترټولو دمخه په سيمه كي د هند سياسي او پوځي اهميت دي، هند په سيمه كي له چين نه وروسته ترټولو ستر اقتصادي او پوځي ځواك او په نړي كي ترټولو ستره ولسواكي ده، په هند كي له كومي نيټي چي خپلواكي يي ترلاسه كړي تردي دمه ديكتاتوري او يا پوځي حكومت واكمني نده كړي، ولسواكي هلته بنسټيزه شوي او د هند دسياسي كلتور يوه برخه ګرځيدلي. هند ثابته كړي چي داتومي تكنالوژي د نه خپراوي په هكله د باور وړ يوهيواد دي، نو هند په سيمه كي د يوستر سياسي اقتصادي او پوځي ځواك په توګه دا وړتيا لري چي په سيمه كي د امريكا د يو ستراتيژيك ملګري په توګه امريكا سره ګډه همكاري ولري، خو څرنګه چي دمخه وويل شول پاكستان په هيڅ توګه دا وړتيا نلري. ", د هند او امريكا د اړيكو نوي پړاو (لومړى برخه) 1797,عزيزالله عزيز," عزيزالله عزيز افغانستان د څو لسيزو راپديخوا د پاكستان د څو اړخيزو لاسوهنو او ورانكاريو سره مخ دي، هغه لاسوهنه چي پاكستان افعانستان ته دترهګرو او ورانكارود ليږدوني له لاري كوي، ټول يي ويني، د پاكستان دي رنګ لاسوهنو ته هم د امنيتي اقداماتولاري او هم د سياسي اوديپلوماتيكو هلو ځلوله لاري مناسب ځواب وركول كيږي، پاكستان د افغانستان په چاروكي ښكاره لاسوهنو بلكل رسواكړي اوس پاكستان د سياسي يواځيتوب په لورروان دي. هند سره دامريكا د اتومي همكاريود تړون لاسليك اوپاكستان سره دهمداسي يوتړون نه لاسليك كول د ترهګري پرضد جګړه كي او پاكستان د اتومي تكنالوژي نه خونديتوب له امله پرپاكستان د امريكا او نړيوالي ټولني د نه باور يوه ډ يره ښه بيلګه ده.خو په افغانستان كي دپاكستان لاسوهني يواځي په امنيتي سكتور كي نه خلاصه كيږي، په تيرو دريو لسيزو كي پاكستان پر افغانستان كي ډيره ستره سياسي او استخباراتي پانګه اچونه كړي، د جهاد په مهال په پاكستان كي د ميلونونو افغان كډوالودشتون له امله پاكستان دا فرصت وموند چي د افغانستان په ټولو ټولنيزو او سياسي پوړونو كي د ترغيب او تهديد له لاري پانګه اچونه وكړي او خلك استخدام كړي، د پاكستان دهمدي پانګي اچوني له امله زموږ جهاد په كورني جګړي واوښت او د طالبانو راتګ ته يي زمينه برابره كړه. د طالبانو له پرځيدووروسته دا سمه ده چي افغانستان د پاكستان د نيغ په نيغه واكمني نه وژغورل شو، خو لا اوس هم پاكستان د افغانستان په ډيرو سياسي كړيو كي نفوذ لري، او د ترهګريزه هڅو په خواكي همدا كړي افغانستان كي سياسي او اقتصادي سبوتاژ ته ادامه وركوي. د پارلماني ټاكنو په هماغه پيل كي داسي اوازي موجودي وي چي د ملي شوري ځيني كانديدان د پاكستان په هڅون اومرسته د ټاكني سيالي ته ورګډ شوي، په افغانانو كي د پاكستاني استخباراتي موسسو د نفوذ په پام كي نيولوسره لري نده چي د ولسي جرګي او مشرانو جرګي په ليكو كي داسي كسان شتون ولري چي خپلي وفادارايي يي په پاكستان پلورلي وي. داسي كسان چي كيداي شي د روښان اندي، مجاهد ياهم روحاني ترنقاب لاندي دافغانستان په ملي مجلس كي ځاي نيولي وي ترهغو ورانكارو چي نيغ په نيغه په ترهګري اخته دي افغانستان ته زيات مضر او زيان رسوونكي دي، په ولسي جرګي كي دملت استازي بايد دداسي كسانو په هكله له زياتي هوښياري او ځيركتيا نه كار واخلي. په پارلمان كي د پارلمان درياست په ټاكنه او بيا د كړنلاري د جوړولو او كاري كميسيونونو د ټاكنو په بهير كي د پردي تر شا د لوبو په هكله همدا اوس هم د ډيرو خلكو په ذهنونو كي يو شمير سوالونه شته چي بايد ځواب ومومي خو اوس چي كوم بل ډير مهم كار د ولسي جرګي په مخ كي پروت دي هغه كابيني ته د باور راي وركول دي، داسي اوازي شته پاكستان چي په افغانستان كي د ترهګرو دملاتړ له امله په نړيواله كچه رسواشوي، غواړي اوس افغانستان ته په پارلمان كي او بيا په تيره د كابيني د باور دراي اخستلو په بهير كي ستونزي را ولاړي كړي او دا بهير د خنډ او ځنډ سره مخ كړي، په دي توګه يو خو پاكستان غواړي د افغانستان حكومت ترفشار لاندي راولي ترڅويو شمير هغه كسان چي ځانونه يي پر پاكستان پلورلي په مهمو اوكليدي پوستونو كي ځاي په ځاي كړي، له بلي خوا غواړي د افغانستان حكومت اوپارلمان په خپل منځيزه ستونزو او لانجو يو بل سره دومره بوخت كړي چي افغانستان ونشي كولاي د پاكستان لاسوهنو اوترهګريزه فعاليتونوته لازنه پاملرنه وكړي ا و ياهم په دي توګه دافغانستان حكومت ترفشار لاندي راولي ترڅو د پاكستان د كړنو اولاسوهنو په وړاندي چوپه خوله پاتي شي او په يوتوګه د پاكستان برلاسي ومني. هيله ده د ولسي جرګي غړي د خپل ملي مسئوليت په ادراك خپله دنده په سمه توګه سرته ورسوي او په پارلمان كي دننه د پردو لاس پوڅي پري نږدي چي د افغانتسان نوي زيږيدلي ولسواكي د ګواښ سره مخ كړي او افغانستان د امنيتي او اقتصادي ستونزو په خوا كي دسياسي ستونزو سره هم مخ كړي. د پورتني يادوني نه مي مطلب دا ندي چي ګواكي د ملت استازي دي په پټو سترګو د كابيني غړو ته د باور راي وركړي، هغه شمير وزيران چي دخپلي دندي لپاره لازنه وړتيا نلري بايد د باور راي وانخلي خو دا هم ممكنه نده چي هره پارلماني ډله دي وغواړي دهغوي د سليقي سره سم وزيران دي په كابينه كي ونيول شي، خو غواړم ووايم د ولس استازي بايد په دي هكله ډير پام وكړي هسي نه چي په ښكاره د يوي ښي او وړ كابيني د ټاكلو په نوم زموږ د هيواد دښمنان دخپلو لاس پوڅو په وسيله وكولاي شي موږ ته نوي ستونزي را وزيږوي او د ولسواكي په لور زموږ ګامونه ځنډني كړي. دا شمير كسان چي د پردو په لمسه غواړي دولت اوملت په ستونزو اخته كړي، ډير ژر پيژندل كيږي، د دوي د پيژندل كوم ګران كار ندي، دا څيري چي د بيلا بيلو نقابونو لاندي پټي دي په ډيره اسانه پيژندل كيږي، دا رنګ څيري په هرقيمت غواړي د پارلمان او د حكومت د كارونو په وړاندي ستونزي ولاړي كړي،بي نظمي رامنځ ته كړي او په هره پلمه نيوكي او احتجاج وكړي. د قانون جوړوني په خوا كي د پارلمان ترټولو عمده دنده د حكومت دكړنو څارنه ده، په كوم ځاي كي چي حكومت وران ګام ږدي پارلمان يي بايد مخه ونيسي خو د پارلمان غړي بايد اجازه ورنكړي چي د پردو دلاس پوڅو په لمسه پارلمان په يو داسي موسسي واوړي چي دنده يي يواځي د حكومت دكارونو په وړاندي هغه سم وي او كه ناسم د خنډونو جوړول وي. د پارلمان هغه غړي چي په رښتني توګه د ولس استازي دي بايد د پارلمان دننه د پارلمان هغه غړي چي د پردو په اشاري غواړي موږ ته ستونزي را ولاړي كړي بايد وپيژني، تجريديي كړي او د ورانكاريو مخه يي ونيسي. ", پارلمان كي د پردو لاسونه 1798,," ګل اغا احمدي وردګ د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غويي د مياشتې خونړۍ كودتا، د پخواني شوروي يرغل، كورنيو او تنظيمي جګړو د افغانستان د خلكو او ژوند اساسي بنسټونه په ټوليز ډول داسې نړولي دي چې بيا رغولو ته يې لسګونه كلونه اړتيا ليدل كيږي. البته په داسې ډول چې د افغانانو هغه راتلونكى نسل چې د ژوند واګې په لاس كې اخلي او د هر اړخيزې پوهې او قانون په سيوره كې لوى شوي وي شايد په دې و توانيږي چې د عمل په ډګر كې د يوې بريالۍ مدني ټولنې جوړښت او ريښتنې څيره و ويني. خو د دې خبرې يادونه هم اړينه ده چې دا كار به په تصادفي ډول نه رامنځته كيږي بلكي د هغه د بنسټ ايښودلو په چارو كې هر افغان د خپلې پوهې او مسئوليت په اندازه ونډه لري چې د همدې لحظې څخه ورته نه ستړې كيدونكى كار او هلې ځلې وكړي. په لومړي پړاو كې كورنۍ روزنې او بيا د پوهنيزو موسساتو پراخوالي او ريښتني كولو ته زياته پاملرنه په كار ده. افغانستان اوس مهال د عصر په داسې يوه غم ځپلې مرحله كې قرار لري چې د ژوند هيڅ يو بنسټ يې د هغه معيار په تله برابر نه دى چې د نړۍ وګړي ځينې برخمن دي. په ډيره خواشينۍ سره بايد ووايو چې په هيواد كې د قانون، مناسبې پوهې او د عصر له غوښتنو سره سم د ژوند د وړ معيارونو د نشتوالي له كبله افغانان د داسې لويو لويو ستونزو سره ډغري وهي چې حل يې آسانه، د لږ وخت او ساده خبره نه ده.  موږ په خپله دې ليكنه كې غواړو چې د افغانستان د ملي شورى، پارلمان، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د غونډو پر بهير او د ملي شورى د غړو د كار او غوښتنو په اړه خپل نظر له ګرانو لوستونكو سره شريك كړو. لكه چې ګران لوستونكي خبر دي له نيكه افغانستان د ديرشو كلونو وروسته يو ځل بيا د ملي شورى او پارلمان خاوند كيږي او د ملي شورى لپاره ټولټاكنې په داسې حال كې تر سره شوې چې د پارلمان هر غړي له خپل هيواد او خلكو سره د سلګونو وعدو سره يو ځاى ځانونه كانديد او د ولسي جرګې د غړيتوب په لاسته راوړلو بريالي شول. خلكو د دې لپاره د پارلمان غړو ته رايي وركړې څو هغو وعدو او ژمنو ته د عمل جامه ور و پوښي چې د خپل انتخاباتي كمپاين په لړ كې يې له ملت او خلكو سره كړې دي. په همدې توګه بايد وويل شي لازمه خو دا وه چې د پارلمان غړو د خپل برياليتوب او د پارلمان ودانۍ ته د راتللو سره جوخت د خپل نيك نيت او خدمت داسې يوه ننداره ښكاره كړې واى چې خپل هيواد ته يې يو ريښتنى خدمتګار وړاندې كوي. خو داسې و نه وشوه بلكي د ملي شورى د غړو تر منځ په داسې سطحې څيزونو ناندرۍ پيل شوې چې د واقعي خدمتګارانو له څيرې او كړنو سره هيڅ راز اړخ نه لګوي بلكي د ورځې په تيريدو سره د ولس په زړه كې هغه غوړيدلې هيلې مړاوې كيږي چې د ملي شورى، پارلمان، ولسې جرګې او مشرانو جرګې په موجوديت كې يې د خپل هيواد د آبادۍ او سمسورتيا لپاره سرونه را اوچت كړي وو. له نورو خبرو تيريږو او د افغانستان د ملي شورى د غړو له منځ څخه يوازې د پنځو ټكو په بيانولو د خپلې ليكنې سلسلې ته ادامه وركوو چې د ښاغليو وكيلانو تر منځ پرې تر دې مهال پورې تاوده او اساسي بحثونه شوي او د افغانانو په زړونو كې د خپل هيواد د آبادۍ د هيلو له غوړيدلو سره هيڅ راز اړيكې نه لري بلكي د هغه د مړاوي كيدو سبب كيږي. لومړى: ډالرونه عجيبه خبره خو دا ده چې د ملي شورى او ځينو ولايتي شورى ګانو په لومړيو ناستو كې زياتو وكيلانو د دې خبرې يادونه وكړه چې بريالي خو شوو نو زموږ تنخواوې او معاشونه به څوك راكوي؟ كله به يې راكوي؟ او څومره به راكوي؟ له نوموړو خبرو داسې ښكاريده چې زياتره دغه ښاغلي يوازې او يوازې د تنخواوو د پيدا كولو لپاره دې كار ته زړه ښه كړى او هغه وعدې هسې تشې خبرې وې چې د خپلو هغو عكسونو سره يې په جذابو رنګونو ليكلې دي چې همدا اوس هم د هيواد د ښارونو نيمه وران ديوالونه پرې لړلي دي. مناسب معاش، حق الزحمه يا تنخوا د يوه داسې دولتي او يا غير دولتي كاركوونكي حق دى چې خپل هيواد، خلكو او اړوندې ادارې ته په ريښتنې توګه خدمت كوي او هلته يې په قانوني ډول دنده تر لاسه كړې وي چې د مياشتې په آخر كې خپل ټاكل شوى حق اخلي. خو د ملي شورى په مجلسونو كې نوموړې مسئلې له لومړۍ ورځې څخه سر را اوچت او د مياشتې پاى ته خبره پاتې نه شوه. بل دا چې نوموړې مسئلې ته له ټولو د مخه په ډير قوت د هغو اشخاصو له خوا په زياته پيمانه ډنډوره وهل كيده چې پخوا له دې يې دومره پانګه د خپل ځان كړې ده چې د زياتو بانكونو صيفونه ترې ډك، ځانګړې سوداګريزې چارې پرې روانې او كولاى شي چې راتلونكي پنځه كلونه د پارلمان ټولو غړو ته حتى تنخوا هم وركړاى شي. د ملي شورى د عادي غړو تنخوا د مياشتې ۱۱۰۰ امريكايي ډالره ټاكلې شوې ده چې د ملي شورى د ټولو غړو تنخوا د مياشتې تقريبا ۴۰۰۰۰۰ څلور سوه زره امريكايي ډالره يا شل ميلونه افغانۍ كيږي. خو كه د ملى شورى د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د رئيسانو، مرستيالانو، منشيانو او داسې نورو كسانو تنخواوې پرې ور زياتې شي نو شايد چې نوموړى مبلغ به نور هم لوړ شي. په دې اړه نور څه نه وايو او قضاوت خپلو ګرانو اوريدونكو ته پريږدو چې د افغانستان په څير يو بې وزله هيواد ته ښايي چې د ملت د استازيتوب دعوه كوونكو ته په بهرنۍ كرنسۍ دومره اندازه تنخوا مقرره شي چې زياتره يې د غوره ژوند، زياتې پانګې او شتمنۍ څخه برخمن دي بلكي د زياتو كسانو لپاره د خپلې پانګې د يوې برخې لګول د دې سبب شوي دي چې ملي شورى ته د تللو لاره پيدا كړي. د افغانستان د ملي شورى د غړو د تنخواوو موضوع د زياتو كورنيو او نړيوالو خبري چينلونو له لارې په داسې حال كې خپره شوه چې د هيواد په ګوټ ګوټ كې زياتره افغانان د لوږې او سلګونو ستونزو سره لاس په ګريوان او د ملي شورى د غړو دغه كړنې او اقدام ته د شك په سترګه ګوري. له بلې خوا كه د بهرنۍ نړۍ د پارلمانونو او ملي شورى ګانو بهير ته و كتل شي نو شايد چي د نړۍ په هيڅ يوه هيواد كې هم د پارلمان د غړو د تنخوا موضوع ته دومره په زياته پيمانه اهميت نه وي وركړل شوى او نه هم په دې اړه د كوم بهرني خبري چينل له خوا تبصره شوي وي. كه په افغانستان كې هم نوموړې موضوع يوه عادي موضوع ګڼل شوې واى او حكومت په دې اړه تصميم نيولى واى نو غوره خبره به وه او له هغو معيارونو څخه به سرغړونه نه ګڼل كيده چې په دې اړه په بهرنۍ نړۍ كې پلي دي. بل دا چې د هيواد خلكو به په ريښتنې توګه په خپلو استازو باور درلودلى واى او يوازې داسې تبليغ به نه پسې كيده چې ګواكي دا كسان يوازې د تنخوا لپاره د پارلمان ودانۍ ته په تللو بريالي شوي دي. بل دا چې غوره خبره به دا واى چې د ملي شورى د غړو د تنخوا په ټاكلو كې د ډالرو غږ نه واى پورته شواى كه هر څومره تنخوا ورته مقرره شوې واى بايد د افغانستان د خپلې كرنسۍ افغانۍ نوم ورسره اخيستل شوى واى چې نوموړى كار خپلو ملي ارزښتونو ته درناوى او احترام ګڼل كيږي.  بل دا چې څومره به ښه واى چې د پارلمان له منځ څخه هغه كسان د قربانۍ ډګر ته را وړاندې شوي واى چې كلونه كلونه يې د هيواد كړكيچن حالات په خپله ګټه څرخولي او دومره شتمني يې پيدا كړې ده چې كلونه كلونه به يې هم تمامه نه كړي. لازه خو دا وه چې دې كسانو خپل هيواد او خلكو ته د خدمت په موخه ټټر وهلى واى چې د پارلمان غړي د هيواد له ملي شتمنۍ څخه تنخوا نه اخلي بلكي د هيوادنۍ مينې په توګه موږ دغه مبلغ د پارلمان په واك كې وركوو چې هغو نادارو غړو ته پرې تنخوا او نور وسايل برابر كړى چې پارلمان ته په راتللو بريالي شوي او د تنخوا اخيستلو ريښتني مستحق دي. بايد وويل شي چې د پارلمان غړو ته د تنخوا په ټاكلو كې د پارلمان له يوه غړي پرته يوه هم د مخالفت غبرګون څرګند نه كړ. او پارلمان هغه يو غړى چې مخالفت يې په دې اړه څرګند كړ په دې و نه توانيده چې د ملى شورى په منځ كې حتى د ځان لپاره يو ملګرى هم پيدا كړي. دوهم: موټرونه د افغانستان په ملي شورى كې دوهمه لويه مسئله چې د لومړيتوب او زيات اهميت حق وركړل شو د ملي شورى د غړو لپاره د موټرونو د تهيه كولو مسئله وه چې د پارلمان د لومړۍ مياشتې په غونډو كې پرې تاوده بحثونه وشول او بالآخره د بحثونو پايله دا شوه چې د ملي شورى هر يوه وكيل ته د موټر اخيستلو لپاره ۱۰۰۰۰ لس لس زره امريكايي ډالر وركړاى شي او په ظاهره په هغه باندې د اوږدمهالي قرض نوم كښيږدي خو دا چې وروسته به دغه مبلغ رښتيا هم د وكيلانو له معاشونو څخه په تدريجي توګه وګرزول شي او كه به ورته و بخښل شي راتلونكى به ځواب وركړي. جالبه خبره دا ده چې بيا هم نوموړي مبلغ ته د افغانۍ نوم ور نه كړل شو بلكي د مبلغ يادونه د امريكايي ډالر په نوم وشوه چې د ټولو وكيلانو لپاره به لږ تر لږه د موټرو د اخيستلو لپاره درې ميلونه او پنځه سوه زره امريكايي ډالر په واك كې وركول كيږي چې نوموړى مبلغ ۱۸۵۰۰۰۰۰۰ يو سل او پنځه اتيا ميلونه افغانۍ كيږي. بيا هم په دې اړه قضاوت خپلو ګرانو لوستونكيو ته پريږدو چې د افغانستان په څير بې وزلي هيواد چارواكو ته لازمه ده چې يوازې په دومره اندازه پيسې يوازې او يوازې د ملي شورى غړو ته د سپرلۍ د موټرونو لپاره په داسې حال كې د هغوى په واك كې وركړي چې هيواد زياتې چارې د خيرات په پيسو چليږي او په هره څانګه كې بيا رغولو ته اړتيا ليدل كيږي. له بلې خوا د ملي شورى زياتره وكيلان په دې قادر دي چې د ځان لپاره موټر واخلي او ځينې ځينې خو حتى يو كتار هم رنګي قيمتي او نوي موټرونه همدا اوس په واك كې لري چې د ښار په واټونو كې د تيريدو پر مهال ورپسې وي. په دې هكله هم د پارلمان يوازې يوه غړي د مخالفت غږ اوچت كړى دى او نورو ټولو په سړه سينه دې فيصلې او وړانديز ته ښه راغلاست ويلى دى. له بلې خوا بيا هم بايد وويل شي چې د پارلمان زياتره غړي په دې قادر دي چې كه رښتيا وغواړي نو له خپل هيواد، پارلمان او خلكو سره د مرستې په موخه كولاى شي چې له خپلې ځانګړې پانګې څخه د پارلمان هغو بې وزله غړو ته موټر واخلي چې اړتيا ورته لري. بل دا چې لس زره امريكايي ډالره مبلغ د يوه موټر لپاره ډيرې زياتې دي په داسې حال كې چې په ۴۰۰۰ امريكايي ډالره يو داسې موټر كيږي چې د ګذارې والا وي او د افغانستان د حالاتو سره اړخ لګولى شي. ادامه لري ",د نازولو پنځه غوښتنې (لومړۍ برخه) 1799,," په عراق کې د امريکا سفير زلمى خليل زاد له لندن څخه خپرېدونکي ورځپاڼې الحيات ته ويلى چې د عراق مشران له بنسټيزومسئلو څخه لرى پاتي دي او په وړو خبروخت تيره وي .خليل زاد وايي دعراق مشران شخصى او ګروهى ګټو ته پام لرنه کوي،په داسې حال کې چې هېواد يې د کورنۍ جګړې اوله بهر څخه د جلا والي له دسيسو سره مخامخ دى . ",خليل زاد د عراق په مشرانو نيوکې کړې . 1800,,"  حنيف جلالي دروان كال دكب پر ۱۸مه، دپنجشنبې په ورځ، دميدا نوردګوولايت والي محترم عبدالجبار`نعيمي` دنوموړي ولايت له بهسودو،ولسواليوڅخه راغليوقومي مشرانواومخوروسره دولايت په مقام كې وكتل. قومي مشرانو له ښاغلي والي سره ، خپلوولسواليوكې دستونزو په اړه خبرې وكړې. په اړوندو،ولسواليوكې ېې دامنيت ډاډ وركړ.داوسني دولت ملاتړ ېې څرګندكړ،په خپلوولسواليوكې ېې دواورې پاكي دقدروړ وبلله اودښاغلي نعيمي تاندې هڅې اوپرمختيا ېې وستايله او په دې اړه ېې ورسره دهر، رازمرستو ژمنه وكړه. همدارنګه ښاغلي نعيمي بهسودو،ولسواليوته دسږ كال ماليه معاف كړه. او په نوموړيو ولسواليو كې ېې دڅلوروښوونځيو دجوړښت اودډېروپرمختياي پروژو دپيل ژمنه وكړه.چې دغه چارې به ډېرې ژر پيل كړي.همدارنګه ښاغلي والي زياته كړه چې تېر كال دادارو دسمبالولوكال واوراتلونكى به دميدان وردګوولايت دابادۍ، رغونې اوسمسورتيا كال وي. ديادونې وړده چې څوورځې وړاندې دبهسودو، ولسواليوله كوپراتيفونوسره ۲۵زره امريكاي ډالره نغد اوڅلورتراكتورونه په هر څه سمبال مرسته كړى شوي وو. چې هغه هم دښاغلي نعيمي له لوري له پي.ار. تي څخه تر لاسه كړى شوي وو. ",دوردګووالي دبهسود دولسوالۍ له مشرانو سره وكتل 1801,," د هالند يوې محکمې ددغه هېواد ٩ تنه مسلمانان د اسلامى عقيدو د رواجولو په تور په کلونو - کلونو بند محکوم کړل . له دې وړاندې هم دوى په بند محکوم شوي وو مګر د شواهدو د نه لرلو له امله يې برئت ترلاسه کړى وو .دا مهال هم چې محکمې بشپړ شواهد نه لرل داکسان يې په بند محکوم کړل. ",هالند کې ٩ تنه مسلمانان محاکمه شول. 1802,," د هند د ماديا پرداش، بهاراشترااو راجستان په ايالتونو کې د سختو بارانونو داورښت له امله ٤٠ ، ٢٧ او ٥ تنه په يادشويو سيمو کې وژل شوي دي.د ماديا پرديش ايالت کې ډيرز يانونه کروند واو خلکو ته رسيدلي دي. ددغه اورښت سارى په تيرو ٧٠ کلونو کې نه د ى تر سترګو شوى .ويل کيږي ٣٥ زره هکتاره ځمکه ويجاړه شوي ده او يو شمير کلى زيات زيانمن شوي دي. ",په هند کې د اورښتونو له امله ٧٢ تنه مړه شوي دي . 1803,مریم کابلي," موري مورې مورې زما مورې ته مې عقل ته مې شعور يې ته مې وينه ته مې زړه يې ته مې خيا ل ته تصور يې ته خوښي ته نېکمرغي مې ته رحمت دپا ک الله يې ته دخلکو اوټولني د همه هستئ مبدا يې مورې مورې زما مورې ماکه خداى چيرته منلې ورته لمونځ اوعبادت کړم شپه او ورځ يې و درګاه ته پنځه واره په سجده يم سبب دادي چې ته وايې ته همده يې پيدا کړې نو مورې زما مورې داچې ته تل راته وايې دې رحمن اوهم رحيم دې هم خا لق دې هم رازق دې هم دځمکې اسمانونو هم زمااوستا ما لک دې خو مورې زما مورې ته رحمن اوهم کریم يې بل رحمن کریم په څوک وي ته خالق اوهم رازق يې بل مې خيال ته راتې نشي مورې مورې زمامورې ته مې وجد ته مې سروريې ته زما د زړه ټکور يې ته چې هر خواته نظرکړې چرت او فکر کې دې زه يم ته چې هرخواته ګام اخلې خيال اوذکر کې دې زه يم زمادرد د تا درد غم دې چې خوشحا ل يم ته خوښي کړې نومورې مورې زمامورې ترهغه چې زه پوهيږم ته زما لپاره ژوند کړې ددنياتوروتياروکې ته زمادسترګو نور يې نومورې مورې زمامورې (مريم كابلې) دې ځار شي ستا دپښو تر توروخاورو درد او غم دې ټول په ما شه دجنت فريشتې حورې مورې مورې زما مورې ته زما دسترګو توريې ته زما دزړه تکور يې ",مورې زما مورې 1804,نويده غزل," زه ددې کلي نانزکه په دې کلي کښي مي کور دی دلته خلک ويني ژاړي له دې کلي مي زړه تور دی دلته زور او ظالمان دي دلته خلک کافران دي له تعليمه لري کرکه له اياته منکران دي په بمونو ئې وژلي د ښونځيو ماشومان دي ښونځۍ مي راته سوځي د مکتب به سره وران دي نه پوهيږم دا کوم دين دی دوی پر کومه خوا روان دي دوی د مور او دپلار مينه د اولاد شيرينه وينه په بمونو څنګه وژني ؟ په بمونو څنګه وژني ؟ دوی زامن که  شرموښان دي  ؟ دوې پلرونه که  ليوان دي ؟ زه غزل ورته حيرانه چي دا څنګه انسانان دي ؟ ",ښونځۍ مي راته سوځي 1805,," افغان امنيتى چارواکو ويلىچې يو تن پاکستانى يې د کنړ په غرنيو سيمو او د ٢ تنو شکمن کسان يې د ننګرها ولايت تورې بورې ته نيږدې نيولي دي . چارواکو ويلى چې پاکستانى د طيبه لشکر د ډلې غړى دى.له دغو کسانو څخه وسله هم لاس ته راغلې دي .نيول شوي پاکستانى د تحقيقاتو په موخه ائيتلافى ځواکونو ته سپارل شوي دي. ",٣ تنه شکمن په کنر او ننګرهار کې نيول شوي دي 1806,," د يو ګوسلاويا پخوانى ٦٤ کلن ولسمشر سلوبودان ميلوسيچ د شنبې په سهار د هالند د لاهه په زندان کې ومړ .دى په ٢٠٠١ زيږديز کال کې د ملګرو ملتونو د جنګى جرمونو د نړيوالې محکمې له خوا د انسان وژنو او جنګى جرمونو په تور محکوم شوى وو.له دې وړاندې ده د زړه ناروغى درلوده . د ده ناڅاپى مړينه يو شمير شکمن سوالونه رامينځ ته کړي دي. ",ميلوسوويچ په جيل کې ومړ. 1807,," د طالب اورپکو يو وياند قارى يوسف خبرى رسنيو ته ويلي چې د شنبې په ورځ يې د قندهار ښار څخه ٤ تنه بهرنيان او د دوى دوه تنه ساتونکى او دوه تنه چلوونکى تښتولي دي. افغان دولتى چاراکوپه دې هکله تراوسه بې خبري ښودلې . طالب وياند ويلي چې دغه کسان له دوى سره دي او روغ رمټ دي . وياند نه دي ويلي چې دوى څه غواړي؟ ويل کيږي چې تښتول شي کسان د البانيا دى او ديوې انجو له پاره يې کار کوو . ",٤ بهرنيان او ٤ تنه افغانان تښتول شوي دي. 1808,," تيره شپه ناوخته د هسپانيا په ختيځه د يوفار په سيمه کې وروسته له هغه چې يوه کمزورې زلزله وشوه په ځنګلونو کې اور ولګيد چې د پراختيا په حال کې دى . د ځمکې او هوا طريقه د ژغورنې عمليات پيل شوي او څه ناڅه ١٠٠ کورنۍ له کليوالى سيمو څخه کډه شوي دي . ويل کيږي تردم ګړى ١٠٠٠ هکتاره ځنګل له مينځه تللى دى . دتير کال په ترځ کې د اورلګيدنو له امله څه ناڅه ١٥٠ زره هکتاره ځنګل له مينځه تللى دى. ",د هسپانيا په ځنګلونو کې اورلګيدلى دى . 1809,,"   دولسمشر کرزي دمطبوعاتي دفتر له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دپاکستان په بلوچستان ایالت کې هغه موټر چې په یوه خښ شوي ماین ختلی وه او له امله یې ٢٦ تنه سپرلۍ وژلې وې ولسمشر سخت خفه شوې او قربانیانو ته یې دډاډگیرنې مراتب څرگند کړي. ",ولسمشر کرزی په بلوچستان کې د٢٦ تنو پرمړینه خفه شوی. 1810,,"   کابل(سهار):د کابل پل تخنیک ته څېرمه د افغانستان د مشرانو جرګې د مشر صبغت الله مجددي پرموټر دځانمرګي برید په ترڅ کې ۵ تنه ووژل شول. ویل کیږي په پېښه کې صبغت الله مجددي  ټپي شوی او روغتون ته لېږدول شوی. دغه چاودنه نن سهار ۹ بجې هغه مهال رامنځته شوه،چې مجددي غوښتل د پلتخنیک له لارې په دارالامان کې خپل دفتر ته لاړ شي. د ځانمرګي برید عامل په پېښه کې وژل شوی. د پېښې په ځای کې د دوو مېرمنو، یوه سپین ږیري، یوه زلمي هلک مړي پراته، خو د ځانمرګي برید ټکسي بشپړه له منځه تللې ده. پولیس وایي موټرسایکل سپور ځانوژونکی  و، خو د ټکسي له ژور ټکر او له منځه تلو داسې برېښي،چې ځانوژونکی په ټکسي کې و. ",د صبغت الله مجددي پرموټر ځانمرګی برید وشو 1811,," د مشرانو د جرګې او دملي پخلاينې د کميسيون مشر صبغت الله مجددى د لنډ مهال له پاره يوې خبرې ناستې ته پر داسې مهال څرګند شو چې يوازې يې لاسونه يو څه ټپي او ژوبل وو. ده د دغه ځانمرګى بريد په اړوند ګوته د پاکستان استخباراتى ادارې ( اى اس اى) ته ونيوله او زياته يې کړه چې داد دوى کار دى . ده وويل سل په سلو کې دا د پاکستان د حکومت او اى اس اى کار دى او يو شمير کسان يې افغانستان ته د ننه کړي دي چې دى ( مجددي) وووژنى. پاکستان نه غواړى چې دلته سوله او منيت وي .پر مجددى باندې نن سهار دکابل پولتخنيک ته نيږدې يو ځانمرګۍ بريد وشو چې له امله يې د دوو تنو ځانمرګو په ګډون يوه ځوانه نجلى او يو بوډا لاروى وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي دي . د عامې روغتيا وزير بيا د وژل شوي شميره ٥ تنه اود ټپيانوشميره ٨ تنه ښودلې ده .ځانمرګو يو سراچه ډوله موټر د مجددى موټرو ته نيږدې چولۍ دى. د دغه بريد پړه تراوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې .٧٨کلن مجددى دشور بازار د حضرتانو له روحانى کورنۍ څخه دى چې خپلې لوړې زده کړې يې د مصر د الازهر په پوهنتون کې سرته رسولې دي.په کال ١٣٥٧ کې پاکستان ته محاجر شو او په ١٣٧١ کال کې دمجاهدينو دوخت لومړى ولسمشروو. ",صبغت الله مجددې يوې خبرې ناسته کې څرګند شو . 1812,," افغان ولسمشر حامدکرزي په ټينګه سره د مشرانو د جرګې په مشر صبغت الله مجددى باندې د ځانمرګى بريد غندنه کړې او پرته له دې چې نيغ په نيغه کوم هېواد ته ګوته ونيسي ، دا کار يې د بهرنيانو وباله .کرزي وويل چې دوى له دې وړاندې داسې اطلاعات تر لاسه کړي وو، چې يو شمير ترهګر د يو شمير شخصيتونو د وژلوپه موخه هېواد ته دننه شوي دي. کرزي وويل پر مجددي باندې بريد د افغانستان پر روحانيت او دسولې په تګ لاره بريد دي. ده وويل په دې اړوند يې کلک امنيتي تدبيرونه نيولي دي. ",کرزي پر مجددى باندې د بريد غندنه کړې ده 1813,," ", 1814,," افغان چارواکو په قندهار کې ويلي چې پرون يې د دغه لايت په ٩ ولسواليو کې د کوکنارو د کر د له مينځه وړلو لړۍ پيل کړې او يوازې د يوې ورځې په اوږدو کې يې څه ناڅه ٦٥٠ جريبه ځمکه له کوکنارو څخه پرته له ستونزو پاکه کړې ده .له دې نه وړاندې هم د قندهار په ٧ ولسواليو کې ٧زره جريبه ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه شوې وه . ",د کوکنارو د کر اړول په قندهار کې بيا پيل شوي 1815,," ", 1816,پروفيسوركابلي والا - هندوستان," پروفيسر کابلي والا - هندوستان امريكا : خندنۍ موسكا ، خونړۍ امسا؟ لمړۍ برخه ،  دوهمه برخه ، درېيمه برخه ، څلورمه برخه ، پنځمه برخه ، شپږمه برخه ، اوومه برخه ، اتمه برخه ، ",امريکا : خندنۍ موسکا، خونړۍ امسا!؟ (دريمه برخه) 1817,," ع پښتونځار  دروان كال دكب پر ۲۱ مه، ميدان وردګو ولايت څخه دتركيې جګپوړو چارواكوليدنه وكړه.په ليدنه كې دتركيې هېوادڅخه په افغانستان كې دتركيې سفارت سفير ښاغلي: ادهم توكديمير، دتركيې دپي ار ټي يا ولايتي بيارغونيزوچاروڅېړونكي ښاغلي كوراى تارګاى،دتركيې لوى درستيز استازي ، كورنيوچارو، كرهنې، دعامې روغتيا، دټولگټو(فوايد عامې) اونوروڅانګومسؤلينوشامل وو. نوموړې ليدنه په دې موخه چې دتركيې هېوا د به په نږدې مهال كې دميدان وردګوولايت دپي ار ټي مسؤليت په غاړه واخلي په دغه غرض نوموړي چارواكي دوړاندې ليدلو لپاره دميدان وردګووالي ښاغلي عبدالجبار`نعيمي` په بلنه راغلي وو.چې په دې ترڅ كې ېې دميدا ن وردګوولايت له بېلابېلو دولتي څانګو: داوبولګولوله رياست ،ميدانښار كې له نويوماركيټونو، دارزاقو له ودانۍ اونوروسيمو څخه ليدنه وكړه.  همدارازدميدان وردګوولايت والي ښاغلي عبدالجبار`نعيمي` دتركي استازيو بيلا بېلومسؤلينوته دولايت په اړه څرګنونې وكړې.لومړيتوبونه ېې ورپه ګوته كړل او دميدان وردګوولايت پر ستونزو،كړاونو ېې ورته رڼا واچوله . اوغوښتنه ېې وكړه چې ددې ولايت دوو څانګو : پوهنې اوعامې روغتيا په اړه به ورسره تر هرې بلې څانګې زياتې مرستې وكړي. ښاغلي نعيمي دخبرو په اوږدو كې هيله وكړه دتركي پي.ار.ټي به دميدا نوردګو په بيارغونه كې فعاله برخه واخلي.  همدارنګه دتركيې استازيوله ښاغلي نعيمي سره په ناسته كې دپوهنې ، كرهنې زراعت اونوروڅانګو په اړه خپل معلومات وړاندې كړل.تركي استازيو،وويل چې دافغانستان ددفاع وزارت په غوښتنه دوى دميدان وردګوولايت دپي ار ټي مسؤليت په غاړه اخلي. دوى هيله څرګنده كړه چې دميدان وردګوولايت داقتصادي اواجتماعي څانګو په پراختيا كې به پراخ ونډه واخستلى شي. ديادونې وړ ده چې په افغانستان كې تركيه لومړنى اسلامي هېواد دى چې دولايتي بيارغونې ډلې چارې په غاړه اخلي. ",تركيه دميدان وردګوولايت د پي ار ټي چارې پر غاړه اخلي 1818,صديق ځاځی - سويس," صدیق ځاځی - سویس   ډیرو درنو لوستوونکو السلام علیکم! سره له دې چی ژبه د یو قام د بنسټ یوه برخه ده، همدارنګه هر ماشوم حق لري چي په خپله مورنۍ ژبه زده کړي وکړي،ځکه نو زموږ هغو پښتنو ته کوم چی په کابل، د کابل په شاه وخواه او دافغانستان په نورو سیمو کی استوګن دی ډیره  ضرور ده چي د خپلو ماشومانو دحقوقو غوښتنه له  چارواکو او د خپلو ټاکل شویو وکیلانو په ذریعه له حکومت څخه وکړي تر څو چي د هغوی لپاره ښوونځي جوړ شي او په همدې ډول په پښتو ژبه کتابونه چاپ شي.   په دې اړه زموږ ګرانو لیکوالو او پوهانو ډیري په زړه پوري لیکني کړي او د ګرانو لوستوونکو څخه هیله لرم چي ویې لولي او په دې لاره کي زیار ووباسي. زه په کابل کی زیږیدلی او لوی شوی یم اوس په بهر کي اوسیږم کډه او ماشومان می هم راسره دي نو کله چي وطن ته د ستنیدو په چرتوونو کی ډوب شم د هر څه نه مخکی د خپلو ماشومانو زده کړه راته ډیره مهمه مسله ښکاري ځکه دوی په پارسي نه پوهیږي او د کابل ښوونځي ټول په فارسی ژبه دي او زه غواړم هيواد تر بيرته ستنېدو وروسته مي اولادونه په خپله مورنۍ ژبه د ليک لوست او زده کړو امکانات ولري .   زما په اند داسي ډیر پښتانه چي خپل هیواد ته د ستنیدو سوچ وهی نو حتمی د ماشومانو د زده کړي سوچ ورسره وي چي څنګه ورته په خپله ژبه د زده کړي امکانات برابر کړي. زما هیله د کابل چارواکو څخه دا ده، کوم نوي ښوونّځي چي دوی په پلان کي لري نو هغه دي پښتو ژبي جوړ کړي تر څو د کابل پښتانه مهاجر هم په ډاډ او خوښۍ سره خپل هیواد بیرته ستانه شي.   په مورنۍ ژبي دزده کړي د اړتيا ، ارزښت او حق په اړه نور ي ليکني له دې ځايه ولولی ",ماشوم بايد په خپله مورنۍ ژبه زده کړي وکړای شي 1819,ډاکټر حسن- لندن," مونږ یو تخمونه دنګې ونې به شو                 په مونږ دي خاورې اړوي ستمګر                                   له هرې لوټې نه به سر کړو پورته                                                       مونږ چې په وینو شو لانده دځیګر څلوريزي                             ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ                                                                                                                   راځئ چې تورې لوغړنې تیارې                      نور دقلم په  پلوشو  ویلي کړو                                         دزور او جبر  اوسپنیزې  کړۍ                                                            دنوي فکر په  شغلو  ویلي کړو ",څلوريزي 1820,ډاکټر نثار احمد صمد,"  لیکوال : ډاکټر نثار احمد صمد « آزادي او دیموکراسي هله بې رحمه کیږی که یې لاسونه د بې ګناهو په وینو ککړ سی .» ( مهاتما ګاندي) امریکا په خاص ډول او لویديځ په عام ډول د ديموکراسۍ نغاره وهی خو د هغې ارزښتونه په « انتخابي» ډول قبلوی نه هغوي ټول. امریکا د « دیموکراسۍ» په خاطر ځینې ډلې او ګوندونه او اشخاص ترټی ، ځينې پر قدرت راولی، ځينو ته سزا ورکوی او بعضو ته هم مکافات وربخښي ! واشنګټن يو ځای دیموکراسی خفه کوی او بل ځای د هغې د استقرار لپاره دنیا خرابوی.که موږ څو لسیزی شاته ولاړ سو او د هغه ځایه وګورو نو وبه وینو چې امریکا هره خوا دیموکراسی د سوټی په زور تحمیل کړی او د هغې د استقرار په خاطر یې ولسونه تباه کړی او سترې بربادۍ يې پېښې کړیدی.په وچ زور د « دیموکراسی» د ترپلو لومړنۍ تجربه په ۱۸۹۸ کې د هسپانیې ـــ امریکې له جنګه راپیلیږی. تردې جګړې وروسته امریکا ټول فلیپين د ځان کړ. هغوی د فلیپین خلک عیسویان کړل. امریکا خپلو عسکرو ته امر وکړ چې د مقاومت په مقابل کي تر لس کلن پورته هر ځوان ووژنی او ټوله قريه وسوځوی. پدی توګه په لکونو لکونو فلپينان ووژل شول چی څلور زره امريکايی پوځيان هم له منځه ولاړل. جورج بوش په ۲۰۰۳ کی په مانيلا کی په جګه غاړه وويل چې : «امريکا د فلپين په ستره قصه کی پخپل رول سره وياړی. زموږ پوځيانو په ګډه فلپين د استعمار چيانو څخه آزاد کړی ».ولسمشر ويلسن هم مکسيکو ته د ديموکراسي سبق ورکړی. ده د ۱۹۱۴ په مې کې وويل چې « دوی وايي چې مکسيکويان پخپله د حکومت قابليت نلری ... زه غواړم چی د جنوبی امريکا خلکوته يې ورزده کړم چې سم خلک انتخاب کړی. » ويلسن ډير ژر پوځيان وروليږل په سلګونو خلک يې ووژل (چې ۱۹ امريکايي عسکر هم ووژل سول) او پدي ډول يې د حکومت مخالفين يعني خپل ګوډاګی واکمن کړل. امريکايی عسکرو په ۱۹۱۶ کی ډومينيکن جمهوريت ونيوي خو کله چې يې هلته خپل ګوډاګی ونه موند نو د اتو کالو لپاره يې نوموړی هيواد مستقيماَ پخپله اداره کاوه. يو کال وروسته يې هايتي هم اشغال کړی او په ۱۹۱۸ کې يې د مقاومت په نتيجه کې په زرګونو هايتي وال ووژل. په ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ لسيزو کې په لاتينه امريکا کې د واشنګټن پوځي مداخلوته ظاهراَ (دډيموکراسۍ د استقرار ماموريت) نوم ورکول کيدی. انګلستان په ديرشمه لسېزه کې هغه مصريان بنديان او شکنجه کول چې د شاه فاروق پر ضد يې ديموکراسی غوښته. فرانسې کټ مټ عمل په لبنان کې مخته بيوي. ولسمشر روزويلټ دوهمه نړيواله جګړه دديموکراسی لپاره يو صليب وباله او ستالين يې پدې لار کې د ځان پارټنر وباله. ايزنهاور بيا دوه ديموکراتيک دولتونه نسکور کړل. په ۱۹۵۳ کې يې د (سي ای اې) د يوې کودتا په واسطه دډاکټر مصدق ديموکراتيک دولت ونړاوه او پر ځای يې رضا شاه په قدرت کښيناوه څو چې په ۱۹۷۹ کې ايراني ولس د خښم په خپوکې تر دنيا تير کی. په همدې ترتيب، نوموړی په ۱۹۵۴ کې د ګواتيمالا لومړنی پر اساسی قانون مطابق حکومت پسی ونړاوه. واشنګټن او پاريس په ۱۹۹۱ کی د الجزاير د ملي نجات د اسلامي جبهې په واسطه ګټلی انتخابات فسخ کړل او هلته يې پوځي حکومت واکمن کی چې پدی عمل سره يې د ديموکراسی پر سر خاوری توی کړی. اوس اوس چې د همدې غربي ديموکراسۍ تر اصولو لاندی حماس د فلسطين انتخابات وګټل نو واشنګټن، تل ابيب او د محمود عباس الفتح څانګه په پټو خبرو اترو لګيا دی تر څو حماس کمزوره او په بنديزونو کې ايسار کړی او هغه د ناکامی سره مخامخ کړی دا ځکه چې حماس د خپل اولس لخوا په ديموکراتيک ډول کامياب سو مګر واشنګتن او غربيان حساسيت ورسره لری. داسې نه چې واشنګټن په سپينو سترګو دديموکراسی يوه پښه ور ماته کړی. ښايې واشنګټن سبا ادعا وکړی چې فلسطينی ولس په ديموکراتيک ډول (غلط کسان) وټاکل بايد مخه يې راوګرڅول سی کټ مټ لکه خارجه وزير هنری کسينجر چی په ۱۹۷۰ کي ويل چی د چيلي ولس ( په بې مسوليتی سره ) دديموکراتيک جريان له لاري يو کمونيسټ د ولسمشر په توګه وټاکی (سلوادور النده درې کاله وروسته د امريکايي کودتا په ذريعه ووژل سو). يو وخت ايزنهاور اعلان وکی چې (د کيوبا ولس د خپل رژيم په وجه مسوول دی) څنګه چې د شوروي له بيری يې حمله نسوه کولاې نو ځکه يې هغه تر سخت اقتصادي بنديز لاندی راوست چې تر ننه دوام لری. د حيرانۍ خبره خو داده چې په ۲۰۰۱ کې پر افغانستان د امريکۍ د پوځي يرغل پر مهال جورج بوش اعلان وکی چې ( په فلسطين کې يو آزاد او ديموکراتيک دولت غواړی) خو اوس چې حماس په ديموکراتيک ډول بريالی سو واشنګتن هلته يو آزاد او ديموکراتيک دولت نه غواړی. بوش چې تر ستونی په رسواينو، عامه منفي رايو، دعراق او افغانستان په مقاومت او اقتصادي مشکلاتو کې ډوب دی غواړي حماس په مرګ ونيسی او په تبه يې راََضي کړی تر څو ( د اوړو پزه) ولری. بوش د فلسطين د انتخاباتو په سبا ورځ جار وواهه چې (فلسطينيانو پرون انتخابات وکړل چې نتايج يې ماته دديموکراسی طاقت را په يادوی). بوش د الفتح د کاميابی په تمه و خو بل څه ورپيښه سوه یعنې حماس بشپړ اکثريت وګاټه نو ځکه پښيمانه سو او وروسته يې موقف داسې بدل کې چې ( تاسې څنګه کولاې سی چې د يو داسې لوری سره د سولې برخه وال سی چې په مرام کې يی د يو دولت له منځه وړل شامل وی. تاسې نسي کولاې دداسی لوری سره چې درلودونکۍ د يو نظامي ښاخ وی د سولې خبری وکړی.) څه ښه يې ويلې چې انتخابات دديموکراسی اساس دی مګر که مخالفين کامياب سی بايد دا ديموکراسی له منځه يووړل سی او خپل ارتکاب به (ديموکراتيک اقدام) معرفي کوی. لکه مثالونه چې يې پورته ذکر سول. خو هغه څه چې تر لمر سپينه ده په منځنی ختيځ کې د واشنګټن تشدد او پوځي عمليات عمدتاَ د اسرائيلو د ګټې په خاطر دی. بوش د ۲۰۰۵ د ډسمبر پر ۱۶ داسی وويل: (که تاسی د اسرائيلو ملاتړی ياست نو په ټينګه مودې ته رابولم چې د نورو هيوادو سره دديموکراسی په راوړلو کې مرسته وکړی... داسرائيلو د اوږدې مودې بقا په منځنی ختيځ کې دديموکراسی په خپرولو پورې تړلې ده.) بوش د جنوری پر ۱۳ اعلان وکی چې يو اټومي وسلې لرونکې ايران د نړۍ امنيت ته ستر خطر دی . بايد ووايو چې د همدغسی تش په نوم (تهديد) پر اساس پر عراق هم حمله وسوه حال دا چې نه پرونی عراق او نه هم نننی ايران دنيا يا امريکا ته خطر دی بلکه ښايې په منځنی ختيځ کې د اسرائيلو د اټومي انحصار په وړاندې يو چلنج واقع سی او بس. که د(ديموکراسي) او (آزادي) دروازه خلاصه کړو او هغو ته ور داخل سو نو و به ګورو چې د هغو بقا د ټولنې د سياسي کلتور او سياسي موسساتو سره مستقيم تناسب لری. رايه ورکول په هغو ټولنو کې چې د آزادي نظم بنيادونه ونلری پر سوله او ارامۍ باندې نسی ختميداې او پدغسې ټولنو کې به انتخابات هرومرو (آزاده ديموکراسۍ) نه بلکه (ناآزاده يا نيمګړۍ ديموکراسی) منځته راوړی او هلته به ضرور سياسي موسسات (مثلاً عدليه، مطبوعات، پارلمان، ګوندونه، اقتصادي او تجارتي بازار...) ازاد نه بلکې نيمه ازاد يا مقيد وی او دا هغه تريخ حقيقت دی چې ټول منځنی ختيځ يې په غيږ کې نيولې دی. پدې صورت کې خبره بالاخره بې ثباتي يا کورنۍ جګړۍ او يا هم بهرنی حملې ته رسيږی څو چې په وړاندې به يې مقاومت(د مذهبی يا نشنالستی پلوه) راپورته کيږی. داچې نوموړی ټولنې د کلتوري، مذهبي يا عنعنوۍ پلوه خوځنده نه بلکې ورو حرکت لری مګر واشنګټن او لويديځ هغوی په وچ زور د (ديموکراسی) په پړی کلک تړې او د لس زره کيلومتره واټن څخه (ديموکراسی) ورباندې تحميلوی نو دا ضرور لکه چې هره خوايې ګورو حالات له بدو نه بدتر کوی. بوش د خپل دوهم ځل ولسمشر کيدو په وينا کې وويل چې: (زمو ږ په هيواد کې د آزادی بقا په نورو هيوادوکې د آزادی په کاميابيدو پورې تړلې ده. زمو ږ په نړی کې د سولې لپاره بهترين اميد هماغه په ټوله نړۍ کې آزادۍ ته پراختيا ورکول دی.) او پسی زياتوي چې (دا د امريکاد متحده ايالاتونو پاليسي ده چې په هر هيواد او هر کلتور کې د ديموکراتيکو جنبشونو او مؤسسو وده ولټوی او ملاټر يې وکړی پدې هدف چی زمو ږ په نړۍ کې د ظلم حکومتونه پاي ته ورسوی.)د علمي او عملي پلوه دغه بهير څرګندوی چې نن د ديموکراسی او آزادي، تحميلی منځته راوړنه تدريجاَ د يوې ايديالوژۍ بڼه اخلي کټ مټ لکه دتیرې پیړۍ مارکسیستي مفکورې چې د ټولنو د عیني او ذهني مسلطو شرایطو پرخلاف له بهره تر پل کيده تر څو په مرګ محکومه سوه. که موږ نن د نړۍ هيوادو ته په عام ډول اود منځنی ختيځ هيوادوته په خاص ډول ځير سو نو دلته د ټولنيز علم د (ديموکراسی) او (آزادی) برخه د منځني ختيځ په لابراتوارکې تر آزموينی لاندې ده چې عراق ددی لابراتوار د استوانی (Test Tube ) رول لوبوی چې (ديموکراسی) او (آزادی) يې پکښې مخلوط کړی او د عراق ولس په وينو يې اورورته لګولې دی.واشنګټن دی تجربې ته سر کلک نيولې دی خير دی که يې ډلو وژونکی وسلې ونه ميندلې ، خير دی که يې د القاعده سره د صدام د رژيم ارتباط ثابت نکړ، خير دی که يې اويا زره عراقيان ووژل، خير دی که يې خپل دوه نيم زره پوځيان له منځه لاړل، خير دی که يې په هره دقيقه کې سل زره ډالره سوځل کيږی او خير دی که يې عراق وران او لوټی لوټی کی خو دې ته اړم دی چې بايد په هر قيمت خپله (ديموکراسی) هلته تحميل او په وينو اوبه کړی.کاندوليزا رايس دديموکراسی او آزادی د ودې لپاره د پوځي طاقت د استعمال څخه (د رښتيانی ثبات او دوامداره امنيت د يوازينی ضامن) په توګه دفاع وکړه. دې په تير سپتمبر کې وويل چې ( امريکا به په عراق کې خپل ماموريت خوشی نکړی... په منځنی ختيځ کې دديموکراسی پر خپريدو باندې تمرکز هم اخلاقي مسوليت او هم د نړيوال تروريزم په وړاندې يو سخت غبرګون دی.) دې پسې زياته کړه چې (پداسی يوه نړۍ کې چې شرارت تر اوسه لا هم يو حقيقت دی نو ديموکراتيک اصول بايد د طاقت په ټولو شکلونو سره حمايه سی هغه لکه سياسي، اقتصادي، کلتوري، اخلاقي او بلی هوکې بعضی وختونه پوځي هم.) دی وويل چې (که مو ږ په منځنی ختيځ کې آينده نسلونه ناميندی او ترور ته پريږدو، نو دا پدې معنا چې موږ د امريکا راتلونکی نسلونه هم په ناامنی او ډار سره محکوموو.)که موږ د کابل څخه تر بغداده او د جاګارتا څخه تر غزې پوریې او دالجزيری څخه تر قاهرې پورې د واشنګټن تشدد مطالعه کړو نو و به ګورو چې هر عمل ځانته عکس العمل لری او هر يرغل مقاومت راپورته کوی او وينو چې دغه عمل او عکس العمل په نوموړی پراخه اسلامي سيمه کې لويی انساني فاجعې رامنځته کړی چې د لږښت په حال کې نه بلکی دډيرښت په حال کې دی او دا د طبيعت منلی قانون هم دی. ويليام شکسپير پخوا لا ويلې چې (قتل، قتل زيږوی... د تاريخ تر اخره او تل د انصاف يا عدالت په نوم.)امريکا نن د روم د امپراطوری غوندې د اوج په حال کې ده چې هرې خواته اخطارونه صادروی، هر لور پوځونه سوق کوی او پرهر چا باندې خپله اراده (دديموکراسۍ او آزاديو په نوم) تحميلوی او داسې ښکاری چې د امريکا سياسي زور مخ پر نظامي زور بدلون کړی يعنې خبری او عمل يې سياسي نه بلکې نظامي دی او هر ه خوا دولتونه نسکوروی. په ۱۹۹۶ کې (نړيوالی عفوی) پخپل کلنی راپور کې داسې وليکل: ( ظلم، کړول او ترور زياتره په هغو هيوادو کې پيښيږی چې د امريکا تر نفوذ لاندې دی... په ټوله نړۍ کې هره ورځ د حکومتونو يا سياسي وسلوالو ډلو په واسطه ضرور يو سړی، يوه ښځه يا کوم کوچنی بې ځايه کيږی او يا بيخی ورک کيږی چې تر زياته حده امريکا پدې تهمت کې شامله او شريکه ده.)امريکا تر ننه په لږ تر لږه سلو هيوادو کې (په ځينو کې خو دوه – درې ځله) څلور سوه ښکاره او شپږ زره هم پټی مداخلې کړی او دا هرې يوې ته يې ظاهراَ د (ديموکراسی) د استقرار نوم ورکړی او جمعاَيې لس مليونه انسانان وژلې دی. د مداخلو، نيونو، نسکورولو او بربادولو دا لړی همدا اوس هم هماغسې روانه ده چې وروستی مثالونه يې افغانستان او عراق دی چې د امريکايي (ديموکراسۍ) قربانيان دی او ايران هم ددغسی (ديموکراسی) او (آزادی) په تمه شپې سبا کوی.ډيرکلونه مخکې يو چينايي ليکوال موتزی ( Moh Tze ) داسې ويلې دی: (ديو انسان وژل قتل دی، خو د زرګونو انسانانو وژل بيا خارجه پاليسی ده )! دافغان رسالې د (۸۲) ګڼې څخه ",دیموکراسی د سوټی په زور 1821,," د افغانستان په ختيځ کې د يکشنبې په مازديګر د کنړ ولايت د وټه پور ولسوالى کې د سړک پرغاړه د بم په چاودنه کې ٤ تنه امريکايي عسکر وژل شوي دي . د کنړ والى وفا د پېښې پخلۍ کړى دى او وايې دغه چاودنه هغه مهال رامينځ ته شوه چې امريکايي ځواکونه د دره پيچ څخه د اسعدا اباد په لور روان وو .طالب اورپکو ددغه چاودنې مسئوليت منلۍ دى .ويل کيږي دغه چاودنه د لرى څخه د ريموټ کنترول له مخې شوې ده . په سيمه کې د پلټنې عمليان پيل شوي دي .چارواکو ويلي ځواکونو په دغه سيمه کې ګزمه کوله . ",په بمي چاودنه کې ٤ تنه امريکايان وژل شوي دي. 1822,," د جرمنى هېواد د ايکو لوګ شرکت له ٨ تنو تښتول شويو کارکونکو څخه ٤ تنه يې چې افغانان دي خوشي شوي دي . د ٤ تنو البانيانانو برخه ليک لا نه دى روښانه . د طالب اورپکو يو وياند ويلي وو چې ددغو کسانو برخه ليک به ددوى مشر ټاکي .د قندهار والى اسدالله خالد وايي چې دپيداکولو هڅې پيل شوي دي.د غه کسان د شنبې په ورځ د هلمند دګرشک په سيمه کې لادرکه شوي وو . خوشي شويو کسانو ويلي چې تښتونکو دپوليسو جامې په ځانو کې درلودې او په وسلو سمبال وو. د يکشنبې په ورځ ناوخته طالب اورپکو د څلورو تنو بهرنيانو دوژلو ګواښ کړى دى. ",٤ تنه تښتول شوي افغانان خوشي شوي دي. 1823,," د کاناډا لومړى وزير سټيفن هاپر پرون په يوه فوځى الوتکه کې له کاناډا څخه د افغانستان قندهار ته رسيدلى او تيره شپه يې له خپلو فوځيانو سره د قندهار په فوځى اډه کې تيره کړې ده .کاناډا څه ناڅه ٢٢٠٠ ځواکونه په قندهار کې لري .دغه سفر تر ډيره بريده په پټه ترسره شوي دي. اوس مهال چې د نړۍ د ډير و هېوادونو ځواکونه په افغانستان کې ميشت دي ، پرته له دې چې افغان چارواکى پرې خبرشي ، بهرنى لوړ پوړى ميلمانه له افغانستان څخه ليده کاته کوي.دى به نن د خپلو ځواکونو سره وګوري . له دې وړاندې ١١ کاناډايي سرتيري او يو ديپلومات په افغانستان کې وژل شوي دي.هارپر ويلي دهغه دندې په وړاندې چې لري يې ژمن دى او د لمړني خطرونو له بيلګو سره به له افغانستان څخه نه تښتي . ",د کانادا لومړى وزير تيره شپه په قندهار کې تيره کړه 1824,," د پاکستان د بهرنيو چاروزارت ديوې اعلاميې په خپرولو سره هغه تورنه په کلکه سره رد کړل چې ګو يا د پاکستان د استخباراتو اداره ( اى اس اى)د افغانستان د مشرانو د جرګې د مشر صبغت الله مجددى د وژنې ناکام ځانمرګې بريد کې لاس درلود . پرون مجددى وويل چې د پاکستان حکومت او( اى اس اى )د ده دوژلو هڅه کړې ده او غواړى چې ويې وژي .د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ميرمن تسليم اسلم دا ډول لګول شوي تورونه بې بنسټه او دروغ وبلل او زياته يې کړه چې په داډول بې ځايه تورونو سره ترهګران قوى کيږي او شخړى زياتيږي . پر مجددى پرون د کابل ښار د پولتخنيک په سيمه کې يو ځانمرګى بريد وشو چې له امله يې ٥ تنه مړه او ٨ تنه ټپيان شول . د طالب اورپکو يو قوماندان ملا داد الله خبرى رسنيو ته ويلي دي چې دغه بريد طالب اورپکو کړى دى.په دې وروستيو کې د پاکستان او افغانستان ترمينځ اړيکو کې خوابدى ډيرې شوي دي او افغان چارواکو د دواړو هېوادونو په ګډه پوله د اغزن سيم او ماينونو د ځاى پرځاى کولو سره سخت مخالفت کړى دى . پاکستان غواړي پرپوله کې ماينونه خښ کړي.افغان ولس مشر حامد کري هم ددغه بريد کلکه عندنه وکړه او څرګنده يې کړه چې په دغه بريد کې د بهرنيانو لاس دى.له بل لوري تيره شپه په کابل کې د پاکستان د سفارت مطبو عاتى چارواکى ددغه بريد غنده وکړه او زياته يې کړه چې په پاکستان کې مجددى د خلکو له ځانګړى درناوى څخه برخمن دى . د افغانستان دولتى تلويزيون بيا تيره شپه په خپله تبصره کې پر مجددى باندې بريد د مخالفانو يو سخت پيغام بللى دى. په کابل کې د يونما دفتر پر دې خوښي څرګنده کړې ده چې په دغه بريد کې مجددى ته زيان نه دى رسيدلى.د سياسي چارو ځينى څيړونکي په دې باور دي چې ممکن داسې ډلې او کړى وي چې د دواړو هېوادونو ترمينځ اوبه خړي کړي او دوى په کې کبان ونيسي.مګر حقيقت دا دى چې د دغه بريد اغيزې به د افغانستان او پاکستان اړيکو ته لا ډيرز يان ورسوي او پر يو بل باندې به د ډاډ فضا لا خړه پړه کړي کړي. ",پاکستان : بې بنسټه تورونه شخړې زياتوي 1825,," د عراق له پاره نن يوه خونړۍ ورځ وه، په دغه ورځ يوازې د صدر په ښارګوټى کې ٦ بمى چاودنې شوي دي . دعراق په پلازمينه بغداد کې هم درنې چاودنې او دتوغنديو بريدونه او ډزې شوې دي . د خبرى رسنيو د رپوټونو له مخې نن په دغه هېواد کې ٦٤ تنو عراقيانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او تر٢٠٠ تنو نور ټپيان شوي دي . ",له ٢٦٠ نه ډير عراقيان مړه او ژوبل شوي دي 1826,," د يکشنبې په ورځ د يو لړ مراسمو په ترځ کې چې د ګربزو په ولسوالى کې جوړ شوي وو، د خوست - غلام خان ترمينځ د سرحدى سړک پخولو بنسټيز کار پيل شو . دغه سړک ٣٠ کيلومتره اوږدوالى لري چې د جوړولو چارې به يې د راتلونکى کال تر پايه پورې بشپړې شي . د دغه سړک په جوړولو ٤ اعشاريه ٣ ميليون ډالره لګښت راځي چې د نړيوال ائيتلافى ځواکونو له خواورکول کيږي .په تيرو دريو لسيزو کې د افغانستان لويې لارې او سړکونه ترډيره بريده وران او ويجاړ شوي دي چې د افغان ولسمشر حامد کرزي د څلور کلنې واکمنۍ په ترځ کې د کابل -قندهار او قندهار سپين بولدک سړکونه له سره جوړ او دکابل - تورخم د لويې لارې د جوړيدو کار د بشپړيدو په حال کې دى .دسالنګ د لويې لارې په ګډون د هېواد په نورو سيمو کې هم يو شمير سړکونه له سره جوړ او رغول شوي دي. ",د خوست - غلام خان ترمينځ دسړک پخولو کار پيل شو 1827,," د چين په شمال کې د ډبرو سکرو په يوکان کې د غازو د چاودنې له امله ١٢ تنه مړه، ٩ تنه نور لادرکه او١٢ تنه ژغورل شوي دي. دغه پېښه نن سهار په (داخلى مغلستان ) کې رامينځ ته شوې ده . د ژغورنې عمليات روان دي .تيره ورځ هم د (خونن) په ايالت د (يونګ شينګ) په سيمه کې په يو کان ١١ تنه کارکونکى لادرکه شوي دي.د چين دولت په پام کې لري چې په روان او راتلونکى زيږديز کال کې د کانونو د غوره او ښه امينت په موخه ٣٧٠ ميليون ډالر پانګه په کار واچوي .چين ٢٤ زره واړه او فعال کانونه لري چې کلنى توليد يې له ١٠ څخه تر٣٠ زرو ټنو پورې اټکل شوى دى. ",د چپن د ډبرو سکرو په يو کان کې ١٢ تنه وژل شوي دي. 1828,," د عشق اباد څخه خپرېدونکې ورځپاڼې (ترکمنستان) په نننۍ گڼه کې ليکلى چې د دغه هېواد سرحدى ساتونکو د ايران سره په گډه پوله د سرخس په سيمه کې ١ ټن او ٣٣ کيلو ګرامه نيشه يي توکې نيولي، چې ٣٨٠ کيلو ګرامه يې ترياک او پاتې يې چرس دي . د نيټې او قاچاق کونکو په اړوند ورځپاڼې نور څه نه دي خپاره کړي. ",په ترکمنستان کې ١ ټن نيشه يي توکي ترلاسه شوي 1829,," دقندهارامنيتي چاراکو په دغه ښار کې د يو ١٠ کلن ماشوم د وژلو په تور چې د شنبې په ورځ د خپل کور له مخې ناپيږانده کسانو تښتولى وو، نيولي دي .دماشوم مړى هغه مهال د يو شمير کوچيانو له خوا د يو پله لاندې ترسترګو شوى وو ، چې پلار يې نه وو توانيدلى د خپل زوى د خلاصون په بدل کې تښتونکو ته ٢ ميليون افغانۍ چمتو کړي.تښتونکو ددغه ماشوم له پلار څخه ٢ ميليون افغانۍ غوښتې وې.د وژل شوي ماشوم پلار د يوې دولتي ادارې عادي مامور دى. ", ٤ تنه د يو ماشوم دوژلو په تور نيول شوي دي . 1830,," د طالب اورپکو يو وياند د قندهار له سپين بولدک څخه د رويټرز خبرى رسنۍ ته ويلي چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر د ٤ تنو بهرنيانو د اعدامولو فرمان ورکړى دى . ٣ البانيان او يو تن المانى د شنبې په ورځ د هلمند دګرشک له سيمې څخه له ٤ تنو افغانانو سره يو ځاى تښتول شوى وو، چې پرون يوازې ٤ تنه افغانان بيرته خوشي شول . دطالب اورپکو وياند قاري يوسف د ملا عمرفرمان داسې لوستى :( دغه کسان د امريکا په لارښونه افغانستان ته راغلي چې له دې امله د اعدام په جزا محکوم شول ).د قندهار والى پرون وويل پرته له دې چې دولتى چارواکى پرې خبر شي دغو کسانو په دغه سيمه کې تګ راتگ کړى دى. تر دم ګړى د عدام حکم پر دغو بهرنيانو نه دى پلى شوى او افغان چارواکى يې د خلاصون له پاره هلى ځلى کوي . ",ملاعمر د ٤ تنو بهرنيانو داعدام امر ورکړى دى. 1831,," د هېواد وتلې تکړه سندرغاړې نغمه به له کلونو وروسته يو ځل بيا د روان کال د کب په ٢٩ نيټه د کابل د ( لند مارک صافى ) هوټل کې له بل افغان وتلى سندرغاړې نعيم پوپل سره کنسرټ ورکړي . د نجيب د کمونيستى رژيم د نسکوريدو ورسته نغمه له خپل خاوند منګل سره يوځاى د نورو سندرغاړو په څير بهر ته کډه شول . نغمې او نعيم پوپل ته په ګډه د افغان بيسيم ،اريانا ټلويزيون او د بيات د بنياد له لورى بلنه ورکړ شوې ده . نعيم پوپل لا دې وړاندې له خپلې ميرمنې سره يو ځا ىله امريکا څخه کابل ته رارسيدلى دى .د نغمې د راتګ د بندوبست په موخه درى ورځې وړاندي يو شمير کسان د پاکستان اسلام اباد ته رسيدلي دي او ټاکل شوې ده چې د کب پر ٢٥ نيټه کابل ته راورسيږي .ددغه کنسرت بلن ليکونه لادې وړاندې په يو شمير ميلمنو ويشل شويدي.ويل کيږي چې دغه کنسرټ ته ٤٠٠ کسان رابلل کيږي . ",نغمه د کنسرټ له پاره يو ځل بياکابل ته راځي . 1832,," پر داسې مهال چې په افغانستان کې د امريکا سفير د هلمند څخه پرون په ليدنه بوخت وو ، ددغه لايت د ديشو ولسوالى په اړوند سيمه کې د يو ځاى پرځاى شوي ماين له امله يو تن دولتى پوليس مړ او ٢ تنه نور ژوبل شوي دي .همداشان د خانشين په ولسوالى کې هم د يوې بمى چاودنې له امله ٢ تنه عام وګړى مړه او يو ىبل ټپي شوي دي. په کابل کې د امريکا سفيرد ټينګو امنيتي تدبيرونو په کړۍ کې د دغه ولايت له چارواکو سره وکتل او د بست تاريخي کلا ته يې دغزيدلي سړک د جوړولو کار پرانيست . ",٣ تنه د هلمند په چاودنو کې وژل شوي دي. 1833,," د افغانستان دفاع وزارت ويلى چې پرون يې ددغه ولايت په دره پيچ ا وماڼوګى کې د يو شمير تصفيوى عملياتو په ترځ کې ١٢ تن شکمن طالبان نيولي دي . دغه فوځي عمليات وروسته له هغه په سيمه کې پيل شول چې څلور تنه امريکايان په يوه بمى چادنه کې ووژل شول . ",په کنړ کې ١٢ تن شکمن طالبان نيول شوي دي. 1834,," له پاکستان څخه خپرېدونکې انګريزي ورځپاڼې ( نيوز) نن ليکلى د ملګرو ملتونو د يو چارواکى مړى چې د استراليا تبعه دى د اسلام اباد د پنځه ستورى هوټل په يوه خونه کې پيداشوي دي.پوليسو د نوموړى مړى د څيړنو له پاره عدلى طب ته ليږدولى دى. دغه چارواکى د ملګرو ملتونو د (UNOPS) له پاره کار کوو . ",د ملګر و ملتونود يو چارواکى مړى په اسلام اباد کې 1835,," په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې او د دغه هېواد دکرنې وزارت اوس مهال دامنلې چې له يو شمير څيړنو وروسته يې د چرګانو دوالګى د ويروس ( اچ ٥) بېلګې په يو شمير مړو شويو مرغانو کې موندلى دى .دوى ويلې وړاندې له دې نه د افغانستان د ١٧ سيمو څخه د مرغانو بېلګې راټولې شوې وې . د کرنې وزارت يو چارواکى وويل دمړو شويو مرغانو بېلګې د ډيرو څيړنو په موخه ايتالياته ليږل شوي چې وروستى پايلې به يې د راتلونکې يوې ورځې په ترځ کې ترلاسه کړو. اوس مهال د مخنيوى او خپرېدو په وړاندې اړين تدبيرونه نيول شوي دي .چارواکى زياته کړه يوه پېښه د کابل په خانه سازى ، دوې په برچى دشته او دوې په جلال اباد کې مثبت پيږندل شوي دي ",د چرګانودوالګى دويروس بيلګې افغانستان ته ورسيدې 1836,عبد الله شاه ژوندون," خدا يه تل که دا ما تم وې روح مې واخلې پا تي ژو ند که مې په غم وې روح مې واخلې   چې مې پت او عزت نه وې په د نيا کې که په لاس مې ټو ل عالم وې روح مې واخلې   چې يې سل ژبې په يوه خوله کې چلېږې هسې ټګ که مې صنم وې روح مې واخلې   چې د نيا با ندې ايما ن خرځو ل غواړي که مې ژو ند په هغه چم وې روح مې واخلې   که لارښود مې په ناسمه لار روا ن وي په قدم که مې قدم وي روح مې اخلې     عبدا لله شاه ( ژو ندو ن)  /   غزني قره باغ ",روح مې وا خلې 1837,عبد الله شاه ژوندون,"   کله  چې هم  زه د خپل خيال لارو کوڅو کې ګر ځم خدا يږ و اشنا هره کوڅه کې ته يې نو زما به څنګه  هير شې  !!!                              عبد الله شاه  ژوندون ، غزني  قره با غ   ",ستا يا دونه 1838,," ", 1839,حقمل," د امريکا ولسمشر جورج بوش چې د دوشنبې په ورځ يې د عراق د حالاتو په هکله خبرې کولې ، پر ايران تور ولګاوه چې ايران په عراق کې فوځي مليشو ته چاودېدونکي توکى ورکوي . ده وويل ائيتلافى ځواکونو په عراق کې داسې لاسى بمونه او چاودېدونکي توکى لاس ته راوړى چې په ايران کې جوړ شوي دي . له دې نه وړاندې هم ورته تورونه پر ايران لګول شوي وو.بوش دا تورونه پر داسې مهال پر ايران لګولى چې ټاکل شوې ده د ايران د اتمى شخړې پرسر د امنيت شورا ناسته جوړه شي . ",ايران دعراق فوځي مليشو ته چاودېدونکى توکى ورکوي 1840,," د اريانا خصوصى ټلويزيون تيره شپه د طالب اورپکو د يووياند له خولې وويل ، چې طالب اورپکو ٤ تنه يرغمل شوي بهرنيان وژلى او مړى يې د قندهار او هلمند دلويې لار په اوږدو کې اچولي دي. له دې وړاندې طالب وياند ويلي وو ، چې ملا محمد عمر د دغو بهرنيانو چې ٣ البانيانان ا و يويې المانى دى د وژلو فرمان ورکړى دى.دغه بهرنيان د شنبې په ورځ دګرشک له سيمې څخه د ٤ تنو افغان ساتونکو سره يو ځاى تښتول شوي وو. د وژل شويو مړى لا تراوسه دولتى چارواکو نه دى پيداکړي او په قندهار او هلمند کې دولتى چارواکو په دې اړوند څرګندونې نه دي کړې . ٤ تنه افغانان ژوندى خوشي شوي دي.طالب اورپکو دغه بهرنيان امريکا ته د جاوسوسى په تور وژلى دي . ",طالب اورپکو ٤ تنه يرغمل شوي بهرنيان وژلي . 1841,," د نوى کال او سره ګل د ميلې په مناسبت د هند د وتلو قوالى سندرغاړو غلام قادر نيازى ، امير حسن ، رفعت حسن ، عاصم حيدر اويو شمير نوروپه ګډون د پاکستان، ايران ، تاجکستان ، ازبکستان او هندوستان ٨٠ سندر غاړو او د افغانستان ٣٠ سندرغاړو ته لا دې مخکې بلنه ورکړل شوې تر څو د مزارشريف دموسيقى دکنسرت په دريم فيستوال کې برخه واخلي .د فيستوال ي مشر حکيميار وايي چې سندرغاړى به د مزار په پوهنتون ، سينما، باغ حضور ،ليسه سلطان غياث الدين او يو شمير نور وځايونو کې کنسرت ورکړي .افغان ولسمشر حامد کرزي لادې وړاندې د نوى کال او دنوروزد جشن دښه جوړولو په مناسب ١٠ ميليونه افغانى تخصيص منلى دى. په کابل کې هم د يو شمير سندرغاړو د کنسرتونو د جوړېدو بندوبست روان دى. له کلونو - کلونو وروسته دا لومړى ځل دى چې د نوى کال په ياړ د سندرغاړو د راټوليدودا ډول هنري ناستې جوړيږي. ",١١٠ بهرني او داخلى سندرغاړى کنسرټ ورکوي 1842,," ډاکټر نبي مصداق :: افغانستان- سياسي ضعف او خارجي مداخلې  Afghanistan - Political Frailty and Foreign Interference زما نوی کتاب دی چې په انګلستان کې د روټليج کرزن مطبعه يي د مارچ په پای کې په لندن، نيويارک او تورانتو کې په عين وخت کې په چاپ رسوي. د نوموړي کتاب په اړه دغه لاندې معلومات www.amazon.com پاڼې نه راخستل شوي دي .   Book Description Afghan society is analyzed from a fresh standpoint in this book which discusses the countries two and a half centuries of socio-political disquiet and outside interference. The author explores the continuous struggle between the central government and the cornerstone of the present state, the tribes. In its examination of the interchange between the center and the periphery the book presents a compelling review of Afghan history, the role of Islam and the contemporary theories of state, Islam, nationalism, ethnicity, and tribalism. In addition, the book considers Afghanistan\'s dynamism and long established custom of dealing with foreign invaders. Covering the Soviet occupation, ethnic conflicts and the US invasion, the book examines Afghan resilience and the capacity to raise an army of fighting men. Written by a well-respected authority on the region, the book highlights past mistakes which should not be repeated and recommendations on the way forward for this troubled nation. About the Author Nabi Misdaq worked for the BBC for nearly two decades as a radio journalist, producer and as head of BBC Pashto Service, broadcasting three times a day to Afghanistan and South Asia. He has also taught Pashto at the George Mason University in Washington, Inlingua School and Diplomatic Language Services in Roslyn D.C. Dr. Misdaq is also working on a major Pashto to English dictionary and will be ready for publication in 2006  تاسې دا اکاډوميک کتاب د www.amazon.com له لارې هم ترلاسه کولی شئ . هلته په پاڼه کې Nabi Misdaq ورکړئ . هيله ده دا کتاب چې زما د ډيرو کالو د زحمت نتيجه ده واخلئ او هم يې خپلو پوهنتونو،کالجونو او عامه کتابتونو لپاره فرمايش ورکړئ. دا کتاب د پوهنتون د زده کونکو په سويه ليکل شوی او د افغانستان 30 کلن جنګ او ورانې د انتروپولوجي،سوسيالوجي او سياسي تاريخ د تيوريګانو له لارې څيړي . په کتاب کې زيار ايستل شوی چه د افغانستان واقعيتونه په علمي ډول د ډيرو اسنادوپه نقل قول وڅيړل شي. البته يوې انګليسي مطبعې دکتاب اهميت پتيلی چه په درې مخ په وړاندې انګريزي ژبو هيوادو کې يي په يوه وخت په چاپ رسوي هيله ده دا کتاب يوه ورځ په پښتو هم ترجمه کړو ",افغانستان- سياسي ضعف او خارجي مداخلې 1843,," (( د شمالي ولايتونو لرغونو اثارو ته كتنه )) چاپ شوه د بي بي سي د پښتو څانګې نه د افغانستان د شمالي ولايتونو په اړه د حنان حبيبزي د پروګرامونو يوه لړۍ چې يو نيم كال وړاندې يې جوړه كړې وه او د همدې راډيو له څپو په نهه برخو كې خپره شوه . اوس د بينوا فرهنګي ټولنې د كتاب ګوټي په بڼه چاپ كړې ده .دا كتاب په ۱۰۰۰ ټوكو كې چاپ شوى دى او د شمالي ولايتونو لرغونو اثارو ته كتنه نوميږي .دا راډيوي پروګرامونه چې اوس د كتاب په بڼه چاپ شوي دي له چارواكو ، عيني شاهدانو او كارپوهانو سره د مركو په اساس ترتيب شوى دى . ۸۹ مخونه لري او پر كتاب د پوهنوال رسول باوري سريزه ښيي چې دغه كتابګوټى په شمالي ولايتونو كې له درو لسيزو جګړو نه وروسته د لرغونو اثارو حالت بيانوي . ",(( د شمالي ولايتونو لرغونو اثارو ته كتنه )) چاپ شوه 1844,," د العربيه ټلويزيون نن د يو لنډ خبر په خپرولو سره وويل: دبغداد په غرب کې د ١٥ تنو مړى چې لاسونه او پښې يې تړل شوي ، پيدا شوي دي.د دوى په بدنو کې د زورزياتى بيلګې هم ليدل کيږي . ",د بغداد په غرب کې ١٥ مړى پيدا شوي . 1845,حقمل," د کاپيسا ولايت کې نن د يوې علني قضايى ناستې په ترځ کې دوه تنه تښتونکى په ٢٠ او١٦ کلونو بند محکوم شول . تښتونکو څو موده وړاندې د کاپيسا ولايت د يوې ښونځى يوه ١٣ کلنه زده کونکى تښتولې وه چې وروسته په کابل کې د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي وو. ",٢ تنه تښتونکى په ٢٠ او ١٦ کلونو بند محکوم شول 1846,," افغان ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې د کاناډا له لومړى وزير ستيفن هارپر سره وکتل ، چې بيا وروسته دواړو مشرانو په ګډه خبري ناسته کې برخه واخيسته .د کاناډا مشر سره له دې چې د افغانستان د پرمختګ په هکله يې خوشي څرګنده کړه ، امنيتى او ترهګرى ستونزو ته يې ګوته ونيوله چې دغه هېواد ورسره مخامخ دى .ده وويل هغه ټکى چې کرزي د پاکستان په اړوندڅرګند کړل ،له ځان سره نوټ کړي او دپاکستان له لومړى وزير شوکت عزيز سره به يې مطرح کړي. ده د دغو ټکو يادونه ونه کړه . د کاناډا لومړى وزير دوې شپې په قندهار کې تيرې کړى او نن له کابل څخه د پاکستان په لور روان شو . ",کرزي د کاناډا له لومړى وزير سره وکتل . 1847,," د ١٨٠ زرو ډالرو په لګښت د افغانستان د پنځو شمال ولايتونو د ماشومانو له پاره د واکسين ساتلو ستره زيرمه د مزارشريف په ښار کې جوړه او گټې اخيستنې ته چمتو شوه . په دغه زيرمه کې به د څه ناڅه ٢ ميليون ماشومانو له پاره کابو ٥ ميليون کڅوړې واکسين خوندى وي .دغه زيرمه دجاپان، د ماشومانو دصندوق او دامريکا د پراختيايى ادارې په مرسته د يو نيم کال په ترځ کې جوړه شوې ده . ",دواکسين ساتلو زيرمه په مزارشريف کې جوړه شوې ده 1848,," په شمالي وزیرستان کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو د څو ورځنیو جګړو په ترځ کې دواړو اړخونو د یو بل د ګڼ شمېر کسانو د وژنې رپوټونه ورکړل، خو تر دوه اونیو وروسته بیا هم دا ځرګنده نه شوه، چې په میرانشاه کې د مړو او جګړې حقیقي بڼه څه ده؟  دولت په میرانشاه کې د ۱۴۰ تنو شکمنو طالبانو د وژلو ادعا کړېده، خو څوک به دا ثابته کړي،چې د دولت دغه ادعا پرځای ده؟ د جګړو په ترځ کې د مړو درک نه و؛ د یوه دولتي چاواکي لور، دوه ذهني ناروغان ، دجګړې پاتې شوني وو!! د عامو خلکو په ذهنونو کې دا پوښتنه راولاړیږي،چې که دومره خلک وژل شوي وي، نو دا مړي یې څه شول؟ چا ښخ کړل، کومې هدیرې ته یووړل شول؟ د چا د کور غړي او خپلوان  و؟ دغو پوښتنو ته تر اوسه ځواب ن دی موندل شوی. طالبان وایي ددوی یوازې درې تنه وژل شوي او پاکستاني چارواکي د خپلو مړو شمېره پنځه تنه ښیي. د وزیرستان نقشه   ",په وزیرستان کې ټولټال ۸ تنه وژل شوي؟! 1849,," نن د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د جاپان سفیر، او دبلخ  والي عطامحمد نور  د یولړ مراسمو په ترڅ کې د ۱۲سړکونو د بیارغونې تړون لاسلیک کړ. د مږارشریف دغو سړکونو ټولټال لګښت ۱۱ ملیونه امریکایي ډالره اټکل شوی ،چې د جاپان هېواد له خوا به ورکول کیږي. ",په مزار کې د ۱۲ سړکونو د رغونې تړون وشو 1850,," افغان ولسمشر حامد کرزي نن دکروندګرو په سرارى ناسته کې له کروندګرو وغوشتل چې د کوکنارو له کرلو څخه ډډه وکړي. ده وويل علاوه له دې چې کوکنار په نړيواله کچه د افغانستان دبدنامى لامل ګرزي ،د افغان ځوانانو د روږدي کېدو او دټولنې ددغه قشر د وژل کېدو سبب کيږي . کرزى زياته کړه دولت به د کوکنارو د کر د مخنيوي له پاره هڅې وکړي او بزګران بايد په دې برخه کې له دولت سره مرسته وکړي. ده وويل په روان کال کې کروندګرو له ٤ ميليونو او ٥٠٠زرو ټنو څخه ډيره غله توليد کړې او دولت لا تراوسه دا توان نه لري چې صنعتى ماشينونه دې توليد کړي. د بزګرانو دغه ناسته د کابل د لويې جرګې په کيږدى کې جوړه شوې چې ٣ ورځې به دوام وکړي . دغه ناستې ته د ولتى او بهرنى لوړپوړى چارواکي ورغلى دي. ده د قره قل ، مميزو او غاليو صادارتو ته هم ګوته ونيوله او له دوى څخه يې وغوښتل چې په دې اړوند ډيره پاملرنه وکړي. په دغه ناسته کې به د بزګرانوپه ستونزوخبرې وشي او په دې اړوند به پوره غور وشي چې په څه ډول بېوزلى کمه کړي .دکرنې وزارت وايي : د افغانستان له ٤٠ ميليون هکتاره ځمکې څخه يوازې ٧ ميليون او ٨ سوه زره هکتاره ځمکه د کر وړ ده . همدا شان افغانستان ٢ ميليون هکتاره ځنګل او ٣٠ ميليون هکتاره لوړې لري . دولت وايي کې د اوبويو شميربندونه جوړ شي ، ممکن ٥ اعشاريه ٣ ميليون هکتاره نوره ځمکه تر کښت لاندې راشي . ",کرزي له کروندګرو وغوښتل چې کوکنار ونه کري . 1851,," کابل: کابل ښاروالۍ د کابل ښار ټولو دوکاندارانو ته امر کړۍ، چې د دوکانونو مخه او وسپنېزې دروازې په شفتلي شنه او لیمویی رنګونو و رنګوي. د کابل ښاروالۍ په یوه اعلامیه کې راغلي ،ټول  هغه دوکانونه او کورونه ،چې د سړکونو پر غاړو پراته وي، باید په شنو او لیمویي رنګونو ورنګول شي. ښاروالي وایي دغه کار له مرکزه پیلوي او په خپلو وروستیو پړاوونو کې به نورو سیمو ته هم وغځیږي. ارواپوهان وایي، شفتلي او لیمویي رنګونه د انسان د روغتیا او اروا لپاره ډاډمن رنګونه دي. نن د کابل ښار د پلخشتي او چوک د سیمو دوکانداران لګیا و او د خپل دوکانونه یې رنګول. ",د کابل ښار ټول دوکانداران رنګمالان شول 1852,," افغان امنيتي چارواکو منلې چې تيره شپه وسله والو مخالفينو د کندهار د ميانشين ولسوالى په يوه ساتونکې پوسته بريد کړى دى چې درى ساعته يې دوام کړىدى. چارواکي ومنله چې په دغه بريد کې ٥ تنه دولتى پوليس مړه او ٦ تنه نور ټپيان شوي دي. همداشان چارواکى وويل چې د مخالفينو دوه مړي د جګړې په سيمه کې پاتې دي. ",په کندهار کې ٥ پوليس مړه او ٦ نورټپيان شوي دي . 1853,," د امریکا ولسمشر جورج بوش له اېران سره د امریکادنفتي شرکتونو پر معاملو د بندیز موده یو کال نوره اوږده کړه.  د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د ویاند فردجونز په وینا، امریکا له ترهګرۍ سره د اېران پر مرستو اندېښمنه ده او نه غواړي د اقتصاد له پلوه د ترهګرو کړیو چارې نورې هم غښتلې کړي. ولسمشر بوش ویلي،چې ایران په عراق کې له ترهګریزو عملیاتو او ترهګرو سره د چاودونکو موادو مرسته کوي.  ",بوش پر اېران لګېدلي بندیزونه یو کال نور وغځول 1854,," تالقان: د تخار اوسېدونکي په دغه ولایت کې د امریکایي ځواکونو د تلاشۍ پر سستم نیوکه کوي  او وایي امریکایي ځواکونه  له اجازې پرته ددوی کورونو ته ننوځي . خلک وایي دوی نه غواړي امریکایي ځواکونه یې ښځې او ناموس وګوري او تالاشي یې کړي. د تخار خلکو دغه څرګندونې نن د یوه لاریون په ترڅ کې کړېدي. ",تخاریان د امریکایي ځواکونو د تالاشۍ له سستمه سر ټکوي 1855,," ", 1856,," د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له فلسطین سره د ۱۰ ملیونو ډالرو د مرستې خبر ورکړ.د فرانس پرس خبري اژانس د خبر پربنسټ، دغه خبر د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف خپل فلسطیني سیال ت د ټلیفون له لارې ورکړ. سرګي لاوروف  دغه مرسته بیړنۍ مرسته بللې ده. ",روسیې له فلسطین سره ۱۰ ملیونه ډالره مرسته وکړه 1857,," د پاکستان د سفارت ډیپلوماټانو وېره ښودلې،چې ځینو کسانویې پر سفارت د برید ګواښونه کړیدي. دغه ډیپلوماټان وایي د افغانستان د بهرنیو او کورنیو چارو له وزارتونو یې د امنیتي تدابیرو غوښتنه کړېده. نن د پاکستان سفارت د ودانۍ په شاوخوا کې نږدې ۱۰۰ تنه افغان پولیس په پهره ولاړ و، چې د شونیو بریدونو او لاریونونو  مخنیوی وکړي. د سفارت پر دېوالونو د سفارت ځانګړي وسله وال هم برېښېدل.  سفارت ته دغه وېره  پر صبغت الله مجددي تر برید وروسته پیدا شوېده. د پاکستان سفارت په ۲۰۰۴ ز کال کې د ځینو لاریون کوونکو له خوا په ډبرو وویشتل شو او وروسته یې اور ور کړ.       ",د پاکستان پر سفارت د پولیسو د۱۰۰ کسیزې ډلې پهره 1858,," میرانشاه: د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې پاکستاني چارواکو افغان کډوالو ته له سیمې نه د وتلو امر وکړ. دمیرانشاه (پولیټیکل انتظامیه )وایي، چې په سیمه کې د ۴۰۰ په شاوخوا کې بهرني وګړي میشت دي،چې هره شیبه  دولت ته ګواښ پېښوي. پاکستاني ملېشو نن ۲۲ تنه بهرنیان نیولي، چې افغان کډوال هم پکې شامل دي. د میرانشاه سیمه ییزه راډیو درګرده اعلان کوي، چې افغانان دې کاروبار بند کړي او له میرانشاه نه دې ووځي. چارواکو تر دې مخکې ښار ته د افغان کډوالو پر ننوتو بندیز لګولی و.   ",پاکستان له میرانشاه نه افغان کډوال وباسي 1859,,"  ع.و.پ په ميدان وردګوولايت كې دوه مهال ښودي توغندي چې تېره ورځ (په ۲۲حوت) دولايت مقام شاته دولايت او،ولايتي بيارغونې ډلې دويشتلولپاره ځاى پر ځاى شوي وو، دولايتي چارواكواوځاي وسېدونكو په مرسته وموندل اوبيا د ولايتي بيارغونې ډلې له خوا شنډ كړى شول. دشنډونې پر مهال د ميدان وردګوولايت والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي چې خپله پر دغه مهال دتوغنديو ځاى ته ورغلى وو، وويل:` دښمن غواړي چې ټول افغانستا ن كې سولې ته زيان ورسوي.. خو دخداٰى(ج) په مرسته دغه ډول پلانونه به ېې نه پلي كېږي .... مونږ كوښښ كوو چې دتوغنديوايښوودنكي پيداكړو.... هڅه كوو چې ددغه ناوړه عمل عاملين پيداكړو، په دې اړه مونږ هلې ځلې پيل كړيدي.`` ديادونې وړ ده چې په ميدا ن وردګوولايت كې دا دوهم ځل دى چى ددولت ضدو خلګوله خوا دولايت ودانۍ ته توغندي كېښودل كېږي ، خو دولايتي چارواكو له خوا موندل او خونٍثا كېږي. ",ميدان وردګوولايت كې دوه توغندي شنډكړ ى شول 1860,," میرویس جلالزی : سوله ساتي ځواک وایي د افغانستان په شمال کښي یې د وسلو یوه ستره بې سارې زیرمه موندلې ده  د نړیوال سوله ساتي ځواکو له خواه خپره شوې خبر پاڼه وایې دا زیرمه یې د سه شنبه په ورځ د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کښي موندلې ده . په دې زیر مه کښي ویل کیږي په زرگونو د سړي او ټانک ضد ماینونه شتون لري  ځواکونه وایې داسی یوه زیرمه له 2001 میلادي کال نه کله چه د طالبانو واکمني په افغانستان کښي ونړیده دوی نه وو تر لاسه کړې . جوزجان د افغانستان د ملی دفاع وزا رت د درستیزوال پلارنی ټاټوبی دی . ", په شمال کښي د وسلو یوه ستره زیرمه کشف شوه 1861,," میرویس جلالزی : د کڼړ په ولایت کښي وژل شوي یو له څلورو امریکایي مړ سرتیری نن خپل پلارني هیواد ته ورسید  رپوتونه وایې دا سرتیری د نیواورلینس ایالت اوسیدونکی دی  نیواورلینس ایالت تیر کال سخت توپان ځپلی وو  دا سرتیری له دریو نورو امریکایي سرتیرو سره تیره ورځ د کڼړ په پیچ دره کښي د یو ماین په چاودنه کښي ووژل شو . ",د وژل شوي امریکایی مړی امریکا ته ورسیده 1862,,"  په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې اعلاميه  د ٢٠٠٦ کال مارچ جرمني ، د فرانکفورت ښار  په ټول افغان ويبپاڼه کې د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون د نوي مشر ښاغلي نجيب روشن له لورې د يوبل ملي ضد او د افغانستان د اساسي قانون ضد ګام له اوچتېدو پرده پورته شوې ده . په دغه ليکنه کې راغلي دي چې نوموړي د دويچه ويلې يا المان غږ د هغې مهمې تلويزيوني خپرونې په اړه چې د دې خپرونې د معمول په توګه بايد د فوټبال نړيوالې لوبې چې په وړيا توګه افغانستان ته خپرېږي ، په پښتو او فارسي دواړو ژبو په مساوي توګه خپرې شي ، د خپرونې مسوؤلينو ته ويلي دي چې له پښتو تېر شئ او يوازې فارسي ژباړه يې کافي ده . دغه خبره جرمني ته د ښاغلي روشن د وروستي سفر په لړ کې له دغو تلويزيوني چارواکو سره مطرح شوې ده . موږ د دغه خبر په اورېدو سخت خواشيني شو . دا د افغانستان د ملي يووالي او د وطن د اساسي قانون پر وړاندې يو عمل دی . که چېرې دا خبره سمه او دقيقه وي ، د افغانستان حکومت يې بايد پوښتنه وکړي او که سمه نه وي نو خپله د راډيو تلويزيون مشر دې يې رد کړي او سپيناوی دې يې وکړي .  موږ د المان غږ له تلويزيوني خپرونې هم هيله لرو چې خپلو خپرونو ته د پخوا په څېر د افغاني عنعنې په توګه دوام ورکړي او يوازې د يو تن خبرو ته چې هغه هم د افغانستان د اساسي قانون او ملي يووالي ضد وي ، اهميت ورنه کړي . په درناوي ",دملي راډيوتلويزيون دنوي مشر ديوملي ضدګام پراړه 1863,محمدانعام واک - ناروې," ځانمرګی بريد د افغانستان د انتخابي ولسمشر جلالتمآب حامدکرزي د ( ملي ) بېلتانه  ( سرود ) په دې وروستيو کي د افغانستان په ( ژوبل ملي يوالي ) ناکام ځانمرګی بريد وکړ. ځان وژونکي دافغانستان د اطلاعاتو او په اصطلاح فرهنګ وزارت کي سياسي پنا واخيسته او د ( ملي يووالي) په ( ژوبل ) بدن کي لا هم د پخواني سيار ولسمشر ښاغلي برهان الدين رباني د ( سرود ) د سرطان وينه چليږي . دې ځانمرګي بريد د يوويشتمي پېړۍ د ( ځانمرګي ارزان بيه ) جګړه په يوه دوه کي واچوله ! ځان وژونکی دوزخ ګټي خو : ولسمشر حامدکرزي ته دي خدای جنتونه او ( په کولتوري او علمي وژنه ) کي دي د هغه مشاور وزير او ( سرود ) جوړونکي ښاغلی زلمي هيوادمل ته د زړه صبر ورکړي . انجنير محمدانعام واک ناروې  ۱۰ فبروري ۲۰۰۶ ",د افغانستان د ( ملي سرود !) . . . 1864,," د عراق کورنيو چارو وزارت ويلي چې په تيرو څلور ويشتو ساعتو کې پوليسوپه بغداد کې د ٨٧ تنو وژل شويو کسانو مړى ترلاسه کړي دي . د سه شنبې په ورځ يې ٤٤ مړى د بغداد له دوو کندو، ٢٩ مړى يې چې يوازې جامې په ځانو کې وې د بغداد په ختيځه برخه کې د کماليه له سيمې د يو کور له زيرمې چې سترګې او لاسونه يې تړلي وو او په ګوليو وژل شوي وو ، پيداکړى دي . د ١٥ نورو مړى چې لاسونه يې تړلي وو او په غاړو کې يې د زندى کيدو بيلګې ترسترګو شوې د بغدا په غربي برخه کې پيدا شوي دي. ",د ٨٧ وژل شويوکسانو مړي په بغداد کې پيدا شوي 1865,," د ملي پخلاینې د خپلواک کمیسیون په هلو ځلو له بګرام زندان څخه لس تنه زندانیان خوشي شول. دغه لس تنه زندانیان د غزني،، خوست ، کابل، زابل، ننګرهار، کندهار، پکتیکا او هلمند اوسېدونکي دي، چې له طالبانو سره د مرستې په تور په بګرام کې زنداني شوي وو. د ملي کمیسیون د مشر صبغت الله مجددي په وینا، له نوموړیو زندانونو څخه تر اوسه ۳۶۰ تنه زندانیان راخوشي شویدي. مجددي د سولې او ملي پخلاینې له پروسې سره د قوماندانانو یوځای کېدل مهم ویلل او ویې ویل،چې تر اوسه ۱۲۱۲ تنه له دغې پروسې سره یوځای شویدي. تېره ورځ په همدې لړ کې د انجنیرحکمتیار داسلامي حزب، ۳۰ تنه غړي د سولې له پروسې سره یوځای شول. ",له بګرام نه ۱۰ تنه زندانیان راخوشي شول 1866,," دوو کلنو څيړنو په ډاګه کړې ده ، چې د افغانستان په شمال کې د تيلو او غازو سترې زيرمى شته او دهغه اټکلونو له مخې چې پخوا شوي وو،اوس مهال په دغو زيرمو کې ١٨ چنده زيات تيل او ٣ چنده زيات غاز ښودل شوي دي. د امريکا د يوې جيولوژيکې ادارې ساينس پوهان چې د دوو کلونو په ترځ کې يې دافغانستان په شمال کې څيړنې کړى دي، وايي دافغانستان او تاجکستان پولې او د امو سيند ته نيږدې په دوو سيمو کې د تيلو ١ اعشاريه ٦ميليارد ډبې تيل او ١٥ اعشاريه ٧ تريليون متر مکعب غازو سترې زيرمې شته .پر دغو څيړنو٢ ميليون ډالر لګيدلي دي. ",د تيلو او غازو سترې زيرمې برسيره شوې دي . 1867,," په ملګرو ملتو کې د ايران سفير او دايمى استازي محمد جواد ظريف د سه شنبې په ورځ د امنيت په شورا کې ويلي ، چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون د امنيت په راوستو کې مرسته نه ده کړې . دى وايي دغه مسئله ګواښونکې ده، سره له دې چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې مخ پر زياتېدو دي ،مخالفو ځواکونو د عملياتو لمن پراخه کړې ده .ظريف د افغانستان پرمختګونو ته په اشارې وويل :سره له پرمختګونوتراوسه ډير څه چې بايد سرته ورسيږي پاتې دي.د افغانستان د ثبات ، اوږدمهاله او لنډ مهال امنيت ستوزې لا نه دى اواره او د هغو حل لومړيتوب لري.ده ويلي نه امنيت د نيشه يي توکو له سوداګرى سره مرسته کړې ده او موږ په افغانستان کې د نيشه يي توکو پر ضد مبارزه کې مرسته کوو. ",دافغانستان په هکله د يوايرانى ديپلومات څرګندونې 1868,," خوست: تېره شپه په خوست ولایت کې د ملي اردو او سوله ساتو ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د جاسوسۍ په تور ونیول شول. دغه کسان د خوست ولایت په مندوزیو او اسماعیل خېلو کې نیول شویدي. د خوست د یوه امنیتي چارواکي په وینا، دغو کسانو بهرنیانو ته  جاسوسي کوله. دغه خبر په رسمي توګه نه دی تایید شوی. ",په خوست کې د جاسوسۍ په تور ۶ تنه ونیول شول 1869,," کندهار: د کندهار امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې یوتن د شرابو د جوړولو او واردولو په تور ونیو.  د امنیتي چارواکو په وینا، دغه کس، چې سیدمحمد نومیږي د کندهار ښار په دوهمه ناحیه یې کې یې د شرابو د جوړولو او واردوولو چارې پرمخ بیولې. د شرابو د پېر پلور کچه په دې وروستیو کې ډېره لوړه شوېده. د کندز ولایت د اسلامي شورا مشر امرخېل هم په دغه ولایت کې د نشه یي توکیو د قاچاق او پېر او پلور د کچې لوړېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي امنیتي ځواکونو په دې برخه کې لازم ګامونه نه دي اخستي. ",په کندهار کې یوتن د شراب جوړولو په تور ونیول شو 1870,," کابل: د کابل ولایت د تره خېلو تنګي په سیمه کې د سوله ساتو (ایساف)ځواکونو یو موټر له تپې را وښویېد.  دغه زغره وال ګاډی، چې غوښتل یې په تپه کې میشتو سوله ساتو ځواکونو ته ور وخیژي ناڅاپه له لارې چپ شو او ښکته را وغورځېد. په پېښه کې سوله ساتو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې،خو موټر یوڅه ویجاړ شوی دی. ",په تره خېلو کې د ایساف یو موټر له تپې را پرېوت 1871,," میرانشاه: پاکستاني ملیشو د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې د خلیفه اسلامي په نوم د مولوي جلال الدین حقاني مدرسه په بمونو والوزوله. د اسوشي ایټډ پرس خبري اژانس د خبر پربنسټ ، ملیشو تر  بم چاودلو مخکې د مدرسې ټول کتابونه را واېستل، بیا یې بمونه ورته کېښول او مدرسه یې ړنګه کړه. ویل کیږي د مدرسې نړولو پرمهال ځینو قبایلي وګړو هم له ملیشو سره مرسته کوله. په خلیفه  اسلامي مدرسه کې زیاتره افغان ‌طالبانو زده کړه کوله. د یادونې وړ ده، چې پاکستاني ملیشو تر دې مخکې د میرانشاه  یو دولتي روغتون هم په توغندیو ویشتلی و. ",میرانشاه کې خلیفه اسلامي مدرسه په بمونو والوزول شوه 1872,," نن له غرمې مخکې د افغان مسافرينو لومړى ډله د تورخم له لارې د پاکستان پيښور ته ورسيده . د افغانستان او پاکستان د ترانسپورت د وزارتونو ترمينځ د يو تړون دلاس ليک له مخې د ځمکې له لارې پس له ٢٧ کلونو وروسته نن دافغان مسافرينولومړى ډله پاکستان ته ورسيده ، چې له تود هرکلى سره مخامخ شوه . پس له دې به هره ورځ د دواړو هېوادونو له لوري د سپرليوپنځه -پنځه بسونه پيشور او جلال اباد ته تګ اوراتګ کوي. ",د تورخم له لارې د افغان مسافرينو لومړى ډله 1873,," د افغانستان دبهرنيو چارو وزير عبدالله چې دماليزيا په سفر له ٢٧ تنوسره يوځاى تللى د ماليزي له لومړى وزير عبدالله احمد بدوي سره په کتنه کې په دوه اړخيزو اړيکو ، سيمه ايزو اونړيوالو مسـئلو خبرې کړي دي او هيله څرګنده شوې چې د واړه هېوادونه کولاى شي د نفتو غازو ، لاسي صنايعواوګرځندوى په برخه کې همکاري وکړي . همداشان ويل شوي چې په افغانستان کې د ماليزيا د پانګې اچونې له پاره ښه فرصتونه شته. ",دافغان خارجه وزيراوماليزيا دلومړى وزير کتنه 1874,," په ميدان وردګوكې وسله ډاياګ پروګرام ته وسپارل شوه حفيظ الله سلام نن دچارشنبې په ورځ دروان كال دكب دمياشتې په ۲۴ نېټه دميدان وردګوولايت امنيتي غونډه دوالي ښاغلي عبد الجبار`نعيمي` په مشرۍ جوړه شوه.په نوموړې غونډه كې دولايتي بيارغونې اوامنيتي چارواكوسر بېره دكابل دمركزي قولې اردو قومندان تورن جنرال منير منګل اودائتلافي ځينومسؤلينو ګډون درلود. په غونډه كې دولايت په وضعه هراړخيزې خبرې وشوې.په ځانګړي ډول په دې ولايت كې دډاياګ پر، پروسه چې بريالۍ پر مخ ځي اوږدې خبرې وشوې.دغونډې په پاى كې مېلمنو دښاغلي والي په ملتيا له هغو۵۶ ميلودرنواوسپكووسلوڅخه ليدنه وكړه چې دډاياګ دولايتي كمېسيون دهڅو په نتيجه كې نن دجلرېز يوتن قومندان بلبل شاه قومندان دنرخ ولسوالۍ رجب خان دسيداباد اوبهسودو، ولسواليودځينوقومندانانو له خوا دډاياګ پروګرام ته وسپارل شوې.دوسلودليدنې پر مهال دميدانوردګووالي ښاغلي نعيمي په خپلولنډوڅرګندونو كې له دغوقومندانانوڅخه مننه وكړه چې دډاياګ له پروسې سره ېې مسلسله همكاري كړې ده. ښاغلي نعيمي زياته كړه چې د باامنه خپلواكه پرمختللي افغانستان لپاره دكوكنارواوغيررسمي وسلوڅخه دپاك افغانستان اړتيا ده.اوددې اړتيا دپوره كولوپه لاره كې دولسي خلكومرستې اوكوښښونه ډېر ګټوراو ارزښتناك دي. والي وويل چې موږ دا ولايت وار دمخه له كوكناروڅخه دپاك ولايت په حيث اعلان كړي، همدارنګه كه چېرته ددې ولايت دخلګو همكاري دډاياګ د پروسې سره دغسې بريالى روانه وه. مونږ به دا ولايت له وسلوڅخه دپاك ولايت په حيث اعلانوو.په دغووسلوكې يوميل داشكه،يوميل دوه اتيا ملي متري توپ څلورپنځوس ميله مختلف النوع سپكه وسله شامله وه. ديادونې وړ ده چې په دې ولايت كې دډاياګ پروګرام له پيله څخه تر اوسه پورې ددې ولايت جهادي قومندانانو، ولسي خلګوپخپله خوښه پنځه سوه شپږ ميله درنې اوسپكې وسلې او۱۴۰ ټنه مهمات سپارلې چې يوه ښه اوهيله كوونكې لاس ته راوړنه ده. ",په ميدان وردګوكې وسله ډاياګ پروګرام ته وسپارل شوه 1875,سعدالدين شپون - امريکا," سعدالدين شپون - امريکا ( د ښکلا مجلې د پرله پسې اتلسمي ګڼي څخه ) ابرا هیم خلیل په کابل کې د فارسي ژبې یو منل شوی نا ظم و. دده لویه مشغو لا، او هم یې د روزۍسوړه دشنا ختو د نظمو نو لیکل  وو. وایي چې نظمو نه یې تیار لیکلي لرل، صرف د مړي د نا مه ځای یې تش و.چې به کلبي و مړ یا مقصود ، نو وربه غلل ، دده نوم او شغل او عمر به بې ورته  بیان کړل، په بله ورځ به نظم تیار و. څه داسې به و، لکه : کلبي ولد مقصود  ، عمرش بشما بخشود  او بنده ی اېزد بود ، نې سامري و نمرود . تاریخ وفاتش بود. هاتف ولد ممدود . نو بیا یې همدا نظم په شناختې لیکل کېده. افغانان یې د ځان پورې وایي  چې په دوی کې ښه ژوندی اوبد مړی نشته. نو چې څوک  داسې سړی مړ شي ،چې په ژوندوني یې نوم په نیکۍ نه وي یاد شوی،او په هما غه ورځ یو بل سړی چې مېږی یې تر پښو لاندې نه وي ازار شوی هم سا ور کړي، ددواړو نو مو نه په نېکۍ یاېږي. عوام خو دا کوي او دا به سړی و مني چې دا نا ځواني ده چې دداسې یوه سړي بد وویل شي چې دځان ددفاع جو گه نه دی، خو چې لیکوال د خپل  هرمړ شوي سیال په باب د ځانه ابراهیم خلیل جو ړوي نو بې خونده شي. لویه بې خوندي داده چې دمړه بنیادم د ژوند وني د وخت شخصیت او ځانگړتیا هم خاورې شي. نو خپلو یارا نو ته سوال کوم  چې د مړو او هم  ژوندو سوانح مه پلپوټوئ، د یوه  کس داسې مه لیکئ چې د بل فوټو کا پي وي.  خدای پاک بنیادمان) په جو سه او کړو وړو کې(  متفاوت خلق کړي او هیڅ یو د بل کاپي نه دی. نو تا سو ورته ځا نو نه مه ابراهیم خلیل کوئ . د هر یوه د ژوند او کار نا مو انځور داسې و کړئ چې د بل نه یې فرق و شي.د بنیادم د ژوند ښکلا هم په همدې رنگینۍ کې ده. یو لوړ دی ،بل سخوټ. یو په صورت ښکلی دی ، بل بدرنگه، یو شعر وایي، بل معر. همداسې هم، ټو لې ، دزیار په وینا،ټولې ښې تانې ، په یوه کس کې مه غواړئ، ما نا سپیتا نې یې مه هېروئ.  کیسې به ښې لیکي خو په سلوک کې نا شو لته دی. رشوت به ډېر اخلي خو په مېلمه د ځان غوښې خوري. ددغې سریزې په رڼا کې به زه د یوه افغان د ژوند د پېښو هغه برخه تا سو ته بیان کړم چې زه ترې خبر یم. حبیب الله تږی په هما غه ورځ مړ شو چې زه د وطن نه په رخصتۍ امریکې ته ورسېدم. چا را ته د امریکا غږ نه په تلفون کې د ستړې مشۍ نه سمدلا سه پس دا بدزیری را کړ .همداسې د سفر په گونځې دریشي  کې،ستړی ستو مانه ور روان شوم. مېرمن او لور یې د چو ترې  نه کوز ولاړ،  تابوت د صفې په سر  پروت و.د وطن په شان د اغزنو او زږو لرگو نه و چې یو یوې خوا ، بل بل اړخ ته دوه نور په سر او لاندې د لرگو په مېخ  په بیړه سپرخی شوی وي. دا د سرو څېړیو نه جوړ کنده کاري شوی ، ښوی تا بوت  و چې پړکا یې ختله . و چې  ور وختم عجیبه  نا آشنا صحنه مې ولېده. ږیره صفا خرییلې، ستر گې پټې، ، لاسو نه ،لکه په ملاستې چې لمونځ  کوي د نا مه په غوټۍ را کوړې. یو څه ترخه مو سکا مې تر شونډو شوه ، ځکه چې تږی ما هېڅکله په لمانځه نه و لېدلی.  غو مبوري یې له اندازې زیات ډډو زما خیال دی چې د ما لو چو نوالې یې په واښکو ور منډلې وې چې مخ چاغ، ټنډ غومبوری ښکاره شي. تر هر شي نا آشنا دا  چې  دریشي کړی او نکټای اچولی و.  تږیه داسې خو مې نه وای لېدلی. نور  ورته ټینگ نه شوم، کور والا ته، د خواخوږۍ د مو سکا سره ترې روان شوم. تږی قریب نیمه پېړۍ د پېښوریا نو په وینا، زما واقف پاتې شوی و. یار مې نه و، دوست مې نه و ، بلکه زه او دی، تقریبا، لکه مار او ویلنی، یو په بل تپل شوي وو. په پو هنځي کې ، په پښتو ټو لنه کې او لسیزې پس په امریکا غږ کې سره یوځا ی وو. نه دده خو ښېدم  او نه زما ور سره جو ړه وه. په پښتو ټو لنه کې به ده  زه لیونی بللم او ما به دی شیطان.په امریکا غږ کې به ده نا لوستی بللم او ما خدای خبر څه.ده به ویل ، شپون متن نه تر جمه کوي، بلکه  د ځانه حاشیه پر لیکي . ما به دده پورې ویل ،چې عربي توری مو مي پښتو نه کاروي. اوس  چې دسړو اسوېلو سره فکر ورته کوم، دغسې وړې وړې سکو نډارې زموږ د اړیکو مالگه وه.تږی په پوهنځي کې ، انقلابی کیڼلاسی و .دببرک سره چې لا کار مل شوی نه و،او دهغه د خپلوان سره چې په کا کا جېلاني مشهور و نا سته پاسته وه. د تقي اراني  او کارل مارکس کتا بونه  یې په ترخ کې گرځول او د سلیمان لایق سره یې ،چې هغه وخت انقلابي مسلمان و او د همده په شان خو له ور و، تاوده بحثو نه راتلل.تږي په پو هنتون کې  ځانله ډله لرله چې بنډارونه یې ور سره کول.د رحیم الهام او نگهت سعیدي سره چې دواړه ورسته پو هاندۍ ته ورسېدل او پرو سږ،  په امریکا کې یوپه بل پسې جوخت مړه شول، هم صنفی و.عچیبه ده. درې همصنفیان پرله پسې مري. تږی زبردست لیکوا ل و، خو ارمان چې لاره یې سیاست ، ژبپوهنې او د کور جوړو لو ته نه وای کږه کړې. د جړ وربل په نا مه لنډې کېسې یې  د پښتو د نثر لیکنې د کال جا یزه و گټله ، خو بیا یې هېڅ بې هېڅه ژبپوهنې ته مخه کړه. د پېښویو لیکوال و چې وروسته بیا کابل ته را غی او د قبا یلو د ریاست په مېلمستون کې اوسېده، حسین بخش کو ثر نو مېده، غوړیا خېل و، هغه د ژبپوهنې په باب یوه وړو کې رسا له لیکلې وه چې د پښتنو بني اسراییلیتوب یې رد کړی  او پښتو یې نه سامي ، نه حا مي ، بلکه د اوستا او سانسکرېت تر کیب بللی و.بس نو تږي ته خدای ور کړه او د کوثر نه یې د پښتو ژبپوهنې پنډت جوړ کړ. تږی هم زما په شان یو ستوی و، په یوه وخت کې به یې د مو ضوع یو اړخ لېده  او دنورو  پروا یې نه کوله . هسې هم کیڼ لاسی و، نو اوس یې کوثر تبر ته لاستی ور کړ چې پښتود عربۍ نه  بالکل خلاصه کړي  پس له دې دتږي ټولې مقالې  په همدې ټکي څرخېدې چې څنگه پښتو  دسا میت نه آریا یت ته کړي. په دې وخت نو تږی د پو هنځي نه فارغ او د پښتو ټولنې غړی و. دخدای کړه و، په همدې وخت کې تږی او الهام دواړه په ژبپو هنه کې د لوړو زده کړو د پاره امریکا ته، دواړه د مشیگان ان آربر  ته لاړل، بیا نو کال ته زه هم  په یوه سکا لر شپ امریکا ته را غلم. چې  ستون شو ، سړی په بله اوښتی و. نور نو کیڼ لاسی نه و او نه یې لیکنې مارکسستي وې. پښتو ټولنې ته ددویم ځلی راتگ نه وروسته سړی بدل و، در سته ورځ به ناست و، ساړه اسویلي به یې اېستل ،چې ما به پوښتنه ترې کو له، ده به ویل شپنه سر مه پسې خوږوه، ورسره به یې دا پاړسی فرد وایه: ماهم از دست رد خود، چیزها بخشیده یېم. پوه شوم چې سړی په کومې شین سترگې مین شوی دی. همداسې هم و چې بیا یې واده ورسره و کړ . دهمدې کا لونو یوه خا طره مې په یاد ده. با چا خان او اودل صمد خان   پښتو ټولنې ته راغلي وو. صمدخان چې اوس هم یادوم، نو ملایکه را یاده شي، سپینې جا مې، سپینه ږیره، سپین مخ . موږ ترې د سیا سي تبلیغ تمه لرله، او زړو نه مو تخ نخ کېدل چې یوځل بیا د با چاخان په، دزیار په وینا، شتون کې، دده له خولې، هما غه مشهوره خبره واوژو چې “ با چا خان شف شف وایي خو شلتا لو )شفتا لو( نه وایي”، خو ده توره دړه راو غو ښته او هلته یې په تبا شیر د پښتو رسم الخط ، چې ده خپله جوړ کړی و لیکه او دهر توري چې ده لیکه ، دلایل  یې ویل.ده به ښځه، ښه ځه  او د واول په ځای ه ، ی او الف لیکه. خپل نوم یې، خدای مې دې غاړه نه نیسي، اودل صمد لیکه که اودل سمد. ور پسې د با چا خان د خبرو نو بت شو . با چا خان کمې خبرې کولې، په پښتو ژبه  نه بلکه په پښتنو او ددوی په شعور یو څه و غږېد، نور غلی شو. بیا نو د پښتو ټو لنې غړو ته خدای ور کړه،خپل مینځي بحثونه او جنجال دومره زیات شو چې نور با چا خان او اودل صمد خان هېر وو، چا د خبرو مو قع نه ور کوله. په همدې وخت کې تږی پاڅېد اوپه لوړ، پارېدلي غږ یې وویل، “ اغیار په موږ پورې رښتیا وایي چې  پښتا نه بې ادبه قام دی. د با چا خان او صمدخان غو ندې مشران دلته ناست دي  او موږ په بې حیا یۍ پخپلو مینځو کې شور بگت جوړ کړی دی  او په گستاخۍ سره  ددې په ځای چې ددوی ارشارد ته غوږ شو، انډو خر مو جوړ کړی دی. د تږي دخبرو سره په سالون خا مو شي را غله . بېنوا، رشتین ، خادم او لنډه دا چې د پښتو ژبې زیاتره مشران را ټول وو . هېچا زړه ونه کړ چې د تږي ځواب ووایي.  تږی د پښتنو د قضاوت په کچه  د هما غه اول نه یو ښکلی هلک  و او تر آخره  ښایسته پاتې و. په ونه تر اوسط نه لوړ، ځر ز ې  سړي خورې سترگې، یوه مر موزه موسکا په شو نډو، لکه چی مخا طب ته وايي، زه پو هېږم چې څه دې زړه کې دي. ما تل مې ورته ویل  تا په همدې مو سکا خلک تېر ایستلي.غاښو نه یې تر آخره لکه د مرغلرو لړ، جوسر او سپین.   پا ړسي یې ویله که انگلیسي، هماغه د کلي د پښتو  زیږ خج یا اکسنټ په کې له ورا یه ښکارېده. دفارسي “بلکه” ته یې  بل که)لکه ولکه( ویل. ع او ح یې د کلي د ملا په شان حلقي تلفظ کول او کله کله به یې د” مه گفتم” په ځای “ما گفتیم” ویل . تږی په اکاډمیک ډگرکې پو هاندو،د ما سټرۍ نه خو یې زه خبر یم. ځینو لا ورسره ډاکټری هم تبی کو له، خو په خپله یې ځانته ډاکټر نه وایه، او نه یې نور القاب  حتی پوهاندي  په نورو زباتله. دا بد عادت د هند د وچې نه راغلی او، د تږي په وینا، د پښتنو د درنښت سره نه لگي.  دهند خبرې، د تږي یوه بله کیسه را یاده کړه.  په امریکا غږ کې یو پېښوری هم وو. یوه ورځ د نواز شریف خبر را غی چې د افغانستان په باب یې څه ویلي وو. تږي هغه تر جمه کاوه  او د  ځانه سر ه  لگیاو ښکنځلې یې کولې، “ دده دین د پلار څه و څه کړي ، ددې وندو پدرنالت) تږي به هندو ته ووندو ویل(. پېښوري لالا ورباندې غږ کړ، “ تږی صیب، دا څه څه وایې؟ دمسلمان نه  هندو جوړوې؟” تږي وویل، لالا، بښنه غواړم، یو به په وروڼو کې نفاق نه را ولې، ددوی دین د پلار څه و څه کړي، چې د اباسیند نه پورې غاړه وي، ټول ووندوان دي.”  د تږي خا طرې به په خپلو څو اندېښنو ختمې کړم.  په دغو کې لو یه دا چې که تږي د جړوربل سلسله نه وای پرېښی، زما په اټکل به د پښتو دداستان لیکو نکو  په سر سړیو کې شما ر و. ډېر ور لنډ شوی، په درشل یې ولاړو، بس یو کنډو قدرې لار پاتې وه جې زموږ د ادب مشال شي. خو  ژبپو هنې ته یې لار کږه کړه. بنیادمان همداسې وي،ښه په دمه کې روان وي، وروستي تلاش ته یې واڼۍ سستې شي، توره ډال کېږدي. د تږي یو کمال داو چې پښتو جملې یې بې چو خسه وې، چې حتی زیار  چې په پوزه مچ نه پرېږدي د تږي په گرامر اقرار کوي. تږي په امریکا کې د پښتو په ژبې، گرامر او د پښتنو په تاریخ ، کافي مقالې، رسالې او کتا بو نه لیکلي دي. انگلیسي ژبو ته د پښتو د زده کړې  مروج کتا بو نه هم زیاتره د تږي دي. هغه ورځ چاویل چې د تږي گرامر نیمگړی او نا سم دی. ماویل، “ څه پوه شوې؟” ده ویل چې امریکایي شا گردا نو ته پښتو ور ښیم او د همدې گرامر نه کار اخلم. تږی رایاد شو چې یوه سړي سره یې بحث و. هغه ښاغلي په پټه خزانه کې،  د را غلو نظمو نو په تاریخي اهمیت یوه اوږده تحلیلي  رساله هم لیکلې وه اوعلمي رتبه یې هم پرې اخیستې وه، خو اوس یې د پټې خزانې په باب شکو نه ښودل. نو تږی چې یو څه ، بلکه ډېر، رډ گویه و، دا پښتو متل ورته تېر کړ چې “ وراغ ...خوری، مښو که څڼي” نو اوس دغه امریکایي افغان هم امریکا یا نو ته  د تږي د کتاب له مخې درس ور کاوه او هم یې غلط باله.پرون زما یار، متین سرباز چې په ویرجنیا کې ټکسي چلوي   په تلفون کې وویل چې په فاتحه کې یوه لیکوال  دتږي پورې ویل چې هغه خپله هغه کتابچه لرې غوځولې وه چې د افغانانو د تلفون  دنمبرې په کې وې . سرباز ویل چې په ما د لیکوال دا خبره بده ولگېده چې په ژوندوني یې یارانه ور سره وه ،اوس  یې بد ویل. نو مې ورته وویل، که ټول افغانان ستا په شان وي، تږي د سړو کار کړی دی.  اوس چې دطا لبانو او القا عده له برکته یوشمېر افغانان په امریکا کې له وزگارۍ  بچ شوي ،ټول یې دتږي پوروړي دي. د )نر کیشکر( په نا مه زماد یوې لنډې کیسې مفکوره هم د تږي ده. فرق دادی چې تږي را ته تېره کړه، ما ولیکله. یوه بله یې هم راته کړې،خو تر اوسه مې نه ده لیکلې، چې دده کوم بوډا کلیوال، په اول ځل،د شېوه کیو نه کابل ته راغلی او دچا نه یې پوښتلي وو چې “ هغه گوډ اودرامان لا هم با چا دی؟”  مقصد یې امیر عبدالرحمن خان و.  یوه بله یې د یوه تکړه پښتو نستاني، انوارالحق گران وه چې  کابل ته را غلی او د حکو مت مېلمه و. دا د تږي د فا کو لتې د وخت خبره ده چې د پښتو نستان آوازه تاوده وه اوحکو مت په پټه د پښتنو مشران کابل ته بلل ،عزتو نه یې ور کول او بیایې په کابل رادیو کې مره کې ورسره کولې. تږی وایي، “ موږ په لیلیه ) هاسټل( کې  د شپې خبر شوو چې وتلی پښتو نستانی مبارز راغلی، د کابل هوټل کې یې ور له ځای ور کړی. نو سهاردوخته ، بې سبناري، یوه ډله ملگري ورغلو. چې کوټې ته ور ننه وتلو، نو سپین سری گران صیب مو ولېد چې دسبناري په خوړلو لگیا و. لاسو نه مو ورله ښکولول خو ده چپ لاس را وړاندې کړ ، په هغه بل یې پراټې خوړلې. موږ یو څه خجا لته شوو چې په بد وخت ور پېښ شوي وو. نو لږ لرې ورته په ادب منتظر کښېنا ستو. ښایسته، ږیر خرېیلی،سور مخ ، ښایسته پښتني پوزه... وروسته تر پراټو، د پیر وي او شا تووارو ور سره د سخي کبا بو وار راغی چې گران صیب برید پرې خښ کړ. موږ غلي ناست و ، هغه هم څه نه ویل، نوالې وې چې وهلې یې. چې دا خلاص شو، نو پېشخدمت ، د تاودې ډوډۍ  سره د سر ښوروا راوړه . گران صیب په هغې لگیا شو. داسې شیان په مېز و اوڼل شول چې زموږ ناړې ورته بهېدې او کو لمې مو کرت وې. تر ښورا وروسته  فالوده را غله  او بیا نو د شودو چای د بسکېټو سره. په دې نیم ساعت کې چې گران صیب په خوراک بوخت و،زموږ سره خبرې خو څه کوې، لږ تر لږه را ته کتل یې هم نه، لکه چې موږ هډو موجود نه وو. چې هر څه ختم شو نو د خوب خونې ته ننه ووت، شېبه پس دریشي کړی بهر را ووت او ساعت ته یې کتل. په همدې وخت کې د قبایلوچارواکی، ارسلان سلیمي را ننه ووت او له چسپې برگړندۍ پس دواړه بهر ووتل. موږ بېنوا لیلیې ته را ستا نه شوو. هلته هم د سبناري وخت تېر  او درسونه شروع وو.” ما تږي ته ویل چې دا ټول د لوږې تاو دی چې ته پرې په غو سه یې. ده وویل، داهم ده او بله دا چې موږ یوه ډله شاگردان یې د بڼکې په شان سپک و گڼلو. تږي  به تل د خپل کلي مثالو نه راوړل. د یوه کلیوال دا خبره یې یادوله چې ویل یې ،خدایه  اوس پوه شوم چې زه دې ددې دپاره نه وژلم چې یو ځلې یو پک هندو هم را باندې و گورې. داو هغه تږی چې ما پېژانده اود ساړه اسویلي سره به یې یادوم.      ",دتږي یاد 1876,زمری," جنګ کې مو    څیره د   امن هیره شوه مونږه   نه    سودا    د مامن  هیره  شوه   څنګه   شوخراب  بهار،بهار  وطن ؟ اوس   ورنه   سیالي   د عدن   هیره شوه   نن   د پسر لي خوند وینو   وړی   دی ځکه  مو  آرزو   د   چمن   هیره    شوه   جګ   فغان    له کوره د    افغانه   دی ځکه  نو خندا   د   غمجن   هیره  شوه   جوش د پسرلي ، زوږ د مستۍ څه  شو؟ ګل نه   دروازه    د چمن       هېره  شوه   لا      ده    د    چاودنو     واهمه      ګرمه ویره له  هر    چا  د    کفن    هیره     شوه   رنګ  نن  د ماتم  جامې اغوستې  دي پر خې  نه خندا  ماسختن    هېره  شوه   بو ټي   لا ویده  دي   تورو  خاورو کې خوارو    نه آرزو    د رستن  هېره  شوه   پاڼه    لکه    زړه   د   افغان    مړاوې ده ونې  نه  سیالی  د هسکمن  هیره شوه   تور  بلبل  د زړه  په وینو  سور  ښکاري ګرمه    ولوله    د   سخن         هیره  شوه   ناست   بورا  په  ورانه  کنډواله  ژاړي مسته  زمزمه  د   سمن     هېره  شوه   نه  څري هوسۍ  په  ورشو ګانو کې اوس  ترینه  نافه  د ختن  هیره  شوه   نه  خوځي   وږمه    د     سباوون  دلته چیرته  ئې   سودا  د  چان  هیره  شوه   نه   ښکاري    سیلونه   د مرغانو  نور تنده        ولوله    د  شکن    هیره  شوه   هغه     د     لاله و     سارانۍ     غوغا لاړه    نن    د دام او دمن  هیره  شوه   شاخ  د غا ټول  مټې  د  ځوانانو   دی پیغلو    نه   میله  د  دمن  هیره   شوه   موج  د ښکلا  څه   شو چې  ډوب  هر  څه ګرمه    هنګامه     د ګلشن    هیره   شوه   نه    د طراوت     اونه  د    عطرو  جوش څنګه    آوازه    د عدن        هیره     شوه   ډک     د نارنج  زړه     دې  له  تڼاکو نه ګل  او  شګوفه  ئې  سږن  هیره   شوه   نشته  د   شپې   زړه  کې  د  مستانو شور ژوند نه اوس  کوڅه  د وطن  هیره  شوه   څه     شول  څڼور او    بریتور    ځلمي؟ چیرته    ولوله        د   آتڼ     هیره  شوه؟   پیر د خرابات  او  مغان  چیرته  دی؟ سترګو   نه  څیره  د پتمن     هیره  شوه   ټول  ميين  د  غم  په  جېل  پریوتی دی هر   یو  ه نه  خوښی  ددیدن  هیره  شوه   باغ  او  پسر لی کړ  کارغه  اېل  ځانته ځکه        نن  قصه  ددښمن  هېره  شوه   له   تور بورې  ،ارزګان   ،شادیانو نه کارنامه      د زوړ    تمو جن  هیره  شوه   باز او  شاهین     واړه  وزر  ماتي  دي اوس  ورنه  حمله  د زغن     هیره  شوه   ماتې    د اتل  کروړ    چا  مټې   کړې؟ ځغاسته   ئې  د  غشو د من  هیره  شوه   کاڼي  ئې د باران  په  ځای  را وشیندل مونږ نه  یارانه  د  هسکمن  هیره  شوه   هر    عاصی اوس    لټه د ثواب کې  شو شیخ    نه  واهمه     د  مدفن   هیره  شوه   وخت  د شرم  سیند کې  کړل  لاهو  هر څه ځینو   نه      سودا    د لمن      هیره  شوه   در ست  افغان د  ځان   په  غم  اخته  ښکاري ټولو    نه     سودا     د وطن     هیره  شوه   نه   ننګیږی     دا      ویده     ویده    ولس کریکه     نن     د هر  لوغړن   هیره  شوه   ځان  باندې  که  بلې  کړی  لمبې  زمری نورونه    ګرمې     د خوږلن    هیره   شوه ۲۰۰۲.۱۲.۱۱   ",د نارنج زړه 1877,بشير مومن," د تير ١٣٨۴ کال مهمو واقعاتو ته يوه لنډه  کتنه بشير مومن تير هجري شمسي کال له ډيرو پوهانو له نظره يو نا مبارک او ده نا خوالو څخه ډک کال وه . په دغه کال کي ډیر بي وزله  انسانان ووژل شول او ډير نورۍ تباه او برباد شول . ده بعضو زوراورو خلکو د  اګايستي سيايتو په نتيجه کي ، او ده خداي او دين په نوم ده ډيرو مظلومو  انسانانو ژوند د خاورو سره يوځاي کړل ، چي نه يې  له خداي څخه شرم وکړ او نه ده خلکو څخه . دغه کال واقعا يو ځانګړي  کال وه، د سونامي طو فان په ختيځ او جنوبي ايشيا کي،پرله پسي طوفانونه په امريکي کي، زلزله په کشمير کي، جنګ په عراق او افغانستان کي ، داټول هغه څه دي چي دا کال نا مبارک ګڼل کيږي. په دي ډول په دغي کال کي موږ په اروپا کي د تروريزم د خپريدلو شاهدان يو ،بمي چاودني د لندن په مترو کښي ټوله اروپا ولرزاوله اوټول سياسيوني مات اومبهوت کړل . له دي غير انساني عمل نه داسي جوته کيږي چي افراطي اسلام کلونه کلونه  کيږي چي په اروپا کي ځاي نيولي. بل شاهد ده دي خبري، بلوا اواغتشاش په فرانسي کي دي . د ويلو وړ دي چه دا مظاهره پس له فرانسي د انقلاب اود ويتنام له جنک څخه يو لويه  او بي ساري مظاهره وه . هان دا چي  د فرانسي دولت مجبور شو چي نظامي حکومت اعلان کړي. ده پاملرني وړ ده چي  د دغو مظاهره کونکو ځوانانو پلارونه او ميندي حتی دوه نسله  لا د مخکي فرانسي ته مهاجرت کړي وه  ، او زيادتره د افريقاي اوعربي هيوادو څخه راغلي دي .  خو سره له دي ټولو خبرو بايد په پام کي ولرو چي  د نفوس زياتيدل، بيکاري بي وزلي او د افراطي اسلام نشر کيدل په اروپا کي ، کولي شي ډير په آساني سره دغه ځوانان په حرفوي  ترورستانو بدل کړي. د نيويارک ټايمز په خبره او د تروريږم ضد منابعو په حواله افغان خاوره نور د تروريزم او ترښکري او روزني ځاي نه ګڼل ګيږي ، بر خلاف پس د امريکا  له حمله نه ، اوس عراق يو ډير لوي مرکز ده تروريزم ګرځيدلي دي . د سياست پوهانو په خبره که افغانستان د ترورستانو يوه مدرسه وه . اوس عراق د هغوي لپاره يو لوي پوهنتون دي. سره له دي چي اسامه بن لادين او داکتر الظواهري  يعني د القاعده مشرتابه لا تر اوسه په افغان خاوره کي اوسيږي ، خو دا عراق دي چي د تروريزم لپاره په يو لوي سنتر مبدل شوي دي . بايد وويل شي چي په دوه علتو  ده امريکي خلکو په عراق باندي يرغل ومنو : اول: داچي عراق بيولوژکي وسلي لري، دوهمه: داچي عراق د يولسم سپتامبر سره اړيکي لري . خو وخت او پلټني وښودله چي نه عراق بيولوژکي وسلي لري او نه صدام (( بيچاره )) د القاعده سره کومه رابط لري . خو اصلي خبره دا  د چي  د نړي ارباب ده پاره د صدام اکتونه ده زغم وړ  نه وو، نو ځکه ۓ وويل (( زه ما پشو او ماته ميو )) . خو دلته مطلب دا دي چي په دي کال کي امريکا په دي قانع شوه چي له عراق څخه وځي ، دا چي کله او څه وخت تراوسيه د بحث وړ خبره ده. همدا راز په دي کال کي د بشري حقونو څخه د سرغړوني شميرهم زياد شوي دي ، خو د تعجب وړ خبره دا ده چي امريکا  ځان د بشري حقونو او دموکراسي ټيکه دار او ساتونکي ګني خوپه عمل کي ،امريکاۓ عسکرو په ګوانتمالا ،عراق او افغانستان کي، داسي څه په نمايش ايـښودلي چي وحشي ځناوران هم داکار نکوي . په دغي کال کي ډير بي ګناه خلک په افغان خاوره کي ووژل شول، او په کراتو بي له مشوري د افغان حکومت سره کلي او بانډي او د خلکو ودودنه او ه خوشحالي محفلونه  بمبارد او د خاورو سره يوځاي کړي دي. همدا راز په تير کال کي ده شخصي جيلونو ماجرا ده چي په خپل سر په افغانستان کي امريکايانو جوړ کړي او هلته په غير انساني ډول خلک شکنجه، او د جنيسي تيريو خبرونه هم مطبوعاتو  په ګوته کړي. په يادبايد ولرو چي افغان ولس ده بيچاره ګي نه او ده خپلي بدي ورځي نه امريکيانوته سترګي په لار وو اوداسي ګڼل چي روسان سره کاپران دي خو امريکايان يو څه خداي تعالي ته نژدي دي  خو د وخت په تيريدو سره ژوند بل څه په ډاکه کړه، داسي ښکاري چي دوي له لوط عليه ال سلام سره يو څه  خپل او خپلوي لري ، ځکه چي کسب او کار ي ده هغوي په شان دي.  او پر نارينو ( مذکر) ور دانګي.   دا لاندي تصويرونه ده دغو پورتني خبرو تصديق دي چي  په نيويارک ټايمز تلګراف ( هالند)او شپيګل(جرمني ) مجلو کي نشرشوي دي. ده يادوني وړ دي چي دا فوتوګان يواځي په عراق پوري مربوط دي.     دا تصويرونه ده ابو غريب ده ډار نه ډګ جيل څخه اخيستل شوي دي ، ده امريکا دولت واۓ چي داده يو څو نفرو کار دي .     خو تحقيقات بل شي ښکاره کوي ، هغه دا چي امريکايانو ده صدام حسين له پخواني وحشتناک زندان څخه استفاده کوي او هغي په مختلفو سامانونو سمبال او ده اقرارولو او شکنجي ځاي تري نه جوړ کړي دي.      تر اوسه چي کوم تصاوير ښپاره شوي دي ، فقط لوڅ او برهنه تصويرونه دي چي ده برقي شوکونو او نور وحشتناک حالتوڅښه دي چي ده اقرار په منظور تر سره شوي دي. امريکاۓ مقاماتو ځان بيخبره اچولي خو په ګزارشاتو کي راغلي چي دا راز بر خوردونه بايد ده کنترول لاندي ونيول شي.خو ده تاګوبا ده زندان ريس وائ چي دا اعمال دامريکي دامنيت د سازمان يو عادي اوورځنيز ( روزمره ) کار دي .  د دي وحشيګريو  او زړه خرابونکو نه صحنو نه چي تير شو، تير کال ده سوهارتو ( د اندونيزيا پخواني دکتاتور ) د کودتا ده ٤٠ مي کاليزه سره برابره وه، البته دغه کودتا د سيا د جاسوسي سازمان تر رهبري لاندي تر سره شوي وه. چي په نتيچه کي پنځه سو ه زره (٥٠٠) کمونستان ده سوکارتو طرفداران په قتل ورسيدل. په دي شکل دا کال مصادف وه د  پل پت له ديرشم  کاليزه  قدرت ته د ريسدلو سره. تاريخ به هيڅ کله د پلپت او دهغي د دار ودسته د بشري ضد اوجناياتو او ننګ نه ډکي کار نامي له ياد ه ونه باسي. ده پلپت حکومت چي  ده تمدن او ښاريتوب ( شهري) سره ۓ  دشمني وه ، نو اصلي هدفۓ ده ټولو خلکو څخه ده بزګرانو او دهقانانوجوړول وه . ده دوي حاکميت چي څلور کاله دوام وکړ، يو ميلون اوه سوه زره (١٧٠٠٠٠٠) انسانان يا اعدام شول او يا ده شاقه کار په ترڅ کي ژوندي له لاسه ور کړي دي . همدا راز ميرمن رزا پارک  تورپوستي امريکۓ هم په تير کال کۓ په ٩٢ (دوه نوي) کاله عمر له دنيا نه ولاړه . دا هغه څوک وه چي نيمه پيړي پخوا ، هغه وخت چي حاضره نشوه ،ده سپين پوستانو  له برخي نه ( البته په سرويس کي)  پاڅيږي  ، چي ده دي دا عمل يو انقلاب را مينځته کړ،بيا ورسته له دکتر مارتين لوتر کينګ له  خوا رهبري شو ، او بالاخره دغه عمل ده کلونو کلونو مبارزي ، ده نژادي  برابري عامل وګرځيد . په مجموع کي ده دغو ټولو مصيبتونو په بنياد دي چي ويل کږي ،تير کال په خرابي ، جنايات او داسي نور آفاتو کي  ده طبيعت او  ده بيرحمو انسانانو تر مينځ ، ده سيالي او مسابقي کال وه . ده تراژدي او غميزو سېريال نه چي تير شوه په دغي کال کي ښځو په نړي کښي بي ساري بر ياليتوبونه  تر لاسه کړي دي. - په افقانستان کي افغان ښځو اته شپيته (٦٨) څوکي په ولسي جرکي(پارلمان) کي خپلي کړي دي. د نوي اساسي قانون پر بنياد ده څلور برخو  نه يوه برخه ښځوته په پام کي نيول شوي ده . _ په ليبريا کي د اول ځل لپاره  يوه ښځينه ،مير من الن جانسن سرليف ده جمهور  ريسي په حيث وټاکل شوه. _ او ده ټولونه ده حيرانتيا وړ خبره دا ده چي ده دوړي او شلا ق په ټاټوبي کي ، چيرته چي شرعيت چاري دي ، يعني په صعودي عربستان کي ده اول ځل لپاره يوه ښځه ده سوداګري ده اتاق ده مديره هيت په حيث وټاکل شوه. خو دامعلومه نده چي دا ده امريکايانو زور دي کو واقعا يو پروګرس دي ، خو هر څه چي وي يو مبارک قدم دي . _ همداراز ميرمن مرکل هم  دالمان په تاريخکي لمړي ښځه ده چي د صدراعظمي په حيث راي وګټلي . _ همدا رنګه ده جاپان دولت غواړي چي يو نوي قانون پاس کړي چي ده هغي په بنسټ  جينکي هم کولي شي د امپرطوري    وارثاني شي، څه چي پخوا  د هلکانو  حق ګڼل کيده.    او په پاي کي ده ميشل با شلت ده رياست جمهوري برياليتوب دي. ده چيلي په تاريخ کي  هم دا اولين ځل دي چي يوه ښځه دغي مقام ته رسيږي. ده يادوني وړ ده چي ميرمن ميشل ده يوه هواۓ جنرال لور ده چي پلاري له جنرال پنوچت، پخواني ده چيلي دکتاتور له خوا اعدام شوي دي، خو ميشل استراليا ته پناهنده شوه او هلته ده طب تحصيل وکړ او داکتره شوله .  ګرچي عصر او زمانه په عام ډول عوضه شوي ده ، خو په هر صورت دا ده پخواني مبارزينو لپاره چي ده پنوچت ده دکتاتوري په ضد مبارزه کوله يوه لويه بريا ده . په دي ترتيب دا نه يواځي ده چيلي ده ښځو موفقيت دي بلکه دا د چيلي دټولو خلکو موفقيت دي ، په خاص ډول ده هغو خلکو دپاره چي ځامن ، مړونه، خپل خپلوان او ياران په دي لارکي له پنوچيت له خوا اعدام او تباه شوي دي . بر سيره پر دي په دغي کال کي ، د اسرايل وتل ده غزي  د شا او خوا څخه دي، چي ده ډيرو مهمو واقعات څخه ګڼل کيړي. دا ځکه چي پس له څلويښتو(٤٠) کالو څخه فلسطين وکولي شوه چي يو بين الاقوامي سرحد ده بهرني نړي سره له مصر له طريقه ولري دغه، منطقه رافه نوميږي. ده يادونه وړده چي په دي معاملي کي ده اروپه  او په خپله ده شارون نقش ده پاملرني وړدي. همدا راز ده اروپايانو په فشار ده ترکيه اسلام پلوه مشر اردوغان ده کردانو په هکله  يو څه نرمش ښودلي . اردوغان کرد نشين منطقو ته سفر وکړ او هلته ده کردانوسره ليده کاته در لوده . هغه ده خبر په ترڅ کي وويل څي دا نور ګناه نګنړ کږ چي يو کردي وواۓ چي زه کرد او ده ترکيه تبعه يم ( څه چي پخوا منع او جرم کڼل کيدو). څه موده وروسته د کردانو سياسي مشر اوجلان  له جيله څخه يوه اعلاميه خپره کړه ، جي ډير په وسيع شکل په مطبوعاتو کي خپره شوه . په دغي اعلاميه کي ويل شوي دي چي ده ترکيي سر حد غير قابل اسقاط آو تجزيه دي.  خو فقط بايد په اساسي قانون کي بدلون راشي او اقليتون په رسميت وپيژاندل شي . له دي نه دا جوته کيږي چي په دي نژدي وختو کي ، پرته له مذاکره څخه او هغه هم ده اوجلان سره بغير بله لار نشته . او په پاي کي له ټولنه مهم خبره دا ده چي په تير کال کي پس له څه ده پاسه ديرشو کلو  جګړي نه ده جمهوري رياست او ولسي جرګي ټاکني تر سره شوي . ګرچي دا ټاکني د ډيرونيم ګړتياو سره مل وي خو بيا هم په افغان خاوره کي د دي عمل نهادينه کيدل يو لوي ګام دي.خو سره له دي خبرو تير کال ده  پريزدنت کرځي لپاره هم چندان ښه کال نګنړ کيږي. دا ځکه ، هغه هيلي او توقوعات چي خلکو ده کرځي نه درلودي ،او هغي ته سترګي په لار وو ، ټول په ياس او نااميدي بدلي شوي.ښاغلي کرځي په عوض له دي چي ده خلکو اقتصادي ستونزي حل کړي او هغي ته پاملرنه و کړي ، خپل ټول وختي په معاملو ده جنګسالارانو سره تير کړ  او  هره ورځ ددي له اداره ځخه پاک او با وجدانه خلک لکه ښاغلي اشرف غني ، ښاغلي بشردوست .ښاغلي مبارز شاغلی جلالی  او داسي نور دکار وړ خلک ځان ګوښه کوي او يا ګوښه کيږي ((چي دا وړي به هيځکله شړي نشي))  .   په دي ترتيب تير کال ده تړنګو او ګړانګو سره پاي ته ورسيدو. نو په اخير کي هيله کيږي چي نوي کال دي يو مبارک او نيکمرغه کال وي ده نړي ده ټولو انسانانو لپاره او ده غي جملي نه . ده افغان جنګ ځپلو خلکو لپاره . همداراز هيله کيږي، هغه بيچاره انسانان چي په ګله ايزو او مالياخولياي فکرونو کي غرق دي ، دنوي کال په بر کته دي خدا هغوي په صراط المستقيم هدايت کړي او ده دغو روحي امراضو نه دي خداي ورته شفا ورکړي.   ",د تير ١٣٨۴ کال مهمو واقعاتو ته يوه لنډه کتنه 1878,اسدالله زمری," دا دشرق دو ینو رنګ دی چې د غرب په لمن ښکاري دا د شرق تالا ګلان دي چې د غرب په لمن  ښکاري   د سپیرو میرو په تاو کې ، هلته هره تیږه سوځی دا د شرق د مټ قوت دی چې د غرب په عدن ښکاري   د باروتو تور لوګی دی ،چې د شرق  له  کاله خېژي د لمبو روښانه رنګ دی چې د غرب په ګلشن ښکاري   د جلي   د او ښکو   موج دی   چې بهیږي    په دوناو کې د پا میر دسر شمله ده چې   د غرب  په   بدن   ښکاري   د افغان -هندو په وینو هندوکش- ایوریست غرق شول د کشمیر دنافی بوی دی چې د غرب په ختن ښکاري   د ویتنام ـ   کوریا   په تن  لا  د بمو  نو چری  خښی د چیچن ـ ایران انسان دی چې د غرب په خوږلن ښکاري   ورغلی    سره   نه    دی  د عرب د   زخم  شونډې د تاجیک ـ سیلون مړ زوی دی چې د غرب په درشن ښکاري   د راکټو   قافلی    دي  چې   روانې دي  تل  شرق ته دا دوینو تور امیل دی چې د غرب په ګردن ښکاري   د جنګ اور باندی ئې جوړ کړ ، له دنیا ځینې دوزخ نن د ګناه نه ډک جنت دی چې د غرب   په   وطن   ښکاري ",د غرب شفق 1879,," ٥٠ کلن ريکشا چلونکى نصرالله تيره شپه په پي ار ټي پورې اړوند د کاناډايي ځواکونو په ډزو وژل شوى او پرته له دې چې روغتون ته وليږدول شوي مړى يې په څلور لاره کې اچول شوى دى. د پي ار ټي وياند دا پېښه منلې او په اړه يې خفګان ښودلى دى. وياند هيله څرګنده کړى چۍ خلک يې موټرو ته بايد نيږدې نه شي . ",په قندهار کې يو ريکشا چلونکى ووژل شو 1880,," د زابل ولايت امنيه قوماندان د ملى اردو د يو افسر او عسکر د نيولو خبر ورکړى او وايي چې په يو عسکري امبولانس موټړ کې يې ٦٤ کيلوګرامه هيروئين ليږدول . دغه موټر د شهر صفا دتلاشى پرمهال د زابل ولايت پوليسو درولى او له مينځه يې د هيروئينو کڅوړې لاس ته راوړي دي. قوماندان وايي چې لا دې وړاندې هم دغو کسانو په ورته عمل لاس پورې کړي دي. ",د ملى اردو ٢ تنه چارواکى له هيروئينو سره نيول شوي 1881,," کابل: تیره ورځ له پل سوخته څخه د دشت برچي تر وچ پله پورې پروت سړک د هزاره ګانو د مشر عبدالعلي مزاري په نوم ونومول شو. تیره ورځ په دې اړه په پل سوخته کې یوه ستره غونډه جوړه شوې وه، غونډې ته کریم خلیلي په خپلو خبرو کې وویل، چې نن موږ د یوه ملي حرکت شاهدان یو. ", پل سوخته سړک د[ شهیدمزاري ]په نوم ونومول شو 1882,," په کابل کې ناټو او امریکایي ځواکونه پر دې غور کوي، چې پاکستان طالبانو ته د سټنګر ډوله توغندیو پرزې ورکوي. ویل کیږي پاکستان طالبانو ته د اوږې یو شمېر داسې راکټونه ورکړي، چې کولای شي چورلکې پرې را وغورځوي. ویل کیږي دغه راکټونه په تېرو څلورو میاشتو کې په نویو بېټریو سمبال شویدي. پاکستان تر اوسه ددې توغندیو په اړه څه نه دي ویلي. ",پاکستان طالبانو ته دسټنګر پرزې ورکوي 1883,," دپاکستان د بلوجستان ايالت د کويټې په ښار کې د يو ګڼ ميشته بازار په يو پلورنځى کې بمى چاودنه شوې چې له امله يې ١٤ تنه ټپيان شوي دي . پاکستانى پوليسو په دې اړوند پلټنې پيل کړي دي او وايي چاودنه د نجونو يوې ښوونځى ته نيږدې پرون رامينځ ته شوې ،چې يو شميرز ده کونکى هم ټپيان شوي دي. ",په بمى چاودنه کې ١٤ تنه په کويټه کې ټپيان شوي 1884,," واڼه: د سویلي وزیرستان په مرکز واڼه کې د مولوي نورمحمد په نوښت د طالبانو دفتر پرانستل شو.مولوي نورمحمد ویلي، دغه دفتر به د دولت او طالبانو ترمنځ همغږي راولي او ستونزې به په ګډه اواروي. د طالبانو پخواني قوماندان او دسیمې یوتن مشهور ملا عباس وایي دغه دفتر به د طالبانو د نظام د ټینګښت هڅه نه کوي. مولوي نورمحمد د واڼه په مغل خېلو کې  (ښار ته څېرمه) د جامعه العلوم په نوم یوه مدرسه لري، چې افغان او څایي طالبان پکې پر زده کړو بوخت دي. مولوي نورمحمد په دې وروستیو کې د ځایي طالبانو له خوا له دولت سره د مرستې او لاس لرنې په تور وګواښل شو او دغه ګام یې هم ښایي ددولت په خوښه  اخستی وي.   ",‌طالبانو په واڼه کې خپل دفتر پرانست 1885,," د بغداد په شمال کې په يوه ودانۍ باندې د امريکايي ځواکونه د بريد له امله ٤ ښځې ، ٢ ماشومان او دوه نارينه وژل شوي دي. د امريکايي ځواکونو وياند ويلي چې د بغداد په ٨٠ کيلومترى کې يې په ترهګرانو بريد کړى دى چې له امله يې يو ماشوم او ٢ ميرمنې وژل شوي دي. له بل لوري پوليسو ويلي چې تيره شپه يې د بغداد په مختلفو سيمو کې ٢٥ مړى پيداکړي دي ،چې ټول ملکى اوسيدونکي دي . دوى په ګوليو وژل شوي او د ډيرو لاسونه تړل شوي دي. ",١١ تنه ملکى وګړى په عراق کې وژل شوي دي 1886,," چينايي چارواکو ويلي چې تيره ورځ د چين په جنوب غرب د (شى چوان) ايالت په اوبو کې يوه بيړى ډوبه شوې چې له امله يې ٢٧ تنه مړه او يوازې ٧ تنه مسافر ژغورل شوي دي . ويل کيږي دغه بيړى په غير قانونى توګه مسافرين ليږدول. ",د بيړۍ د ډوبېدو له امله ٢٧ تنه په چين کې وژل شوي 1887,," کابل: نړیوال بانک دافغانستان  د ملي پیوستون له پروژو سره د ۴۰ ملیونو ډالرو مرستې اعلان وکړ. دغه مرستې به په هېواد کې د بېوزلۍ او د کلیو د پراختیا به برخه کې په کار وړل کیږي. د کلیو پراختیا وزیر  حنیف اتمر په وینا، دغه وزارت تر اوسه په دې برخه کې ۸،۵ ملیونه افغانۍ لګولې دي. نړیوال بانک تر دې مخکې هم یو لړ مرستې کړې وې، چې ټولټال ۱۸۵ ملیونه ډالرو ته رسیږي. د کلیو پراختیا وزارت په وینا، تر اوسه د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې تر ۱۱۰۰۰ زیات کلي له دغه پروګرام نه برخمن شویدي. په کندهار کې د ژورې څاه د کیندلو کار ",له افغانستان سره د نړیوال بانک ۴۰ ملیونه ډالره مرسته 1888,," د هند په مهارشټر ایالت کې د چرګانو د والګي د خپرېدو له وېرې چارواکو ۷۵ زره چرګان له منځه یوړل.دغه چرګان د مهاراشټر ایالت په جلګوان سیمه کې وژل شویدي. ددغو چرګانو د وژلو حکم هغه مهال صادر شو، چې په څلورو پېښو کې د چرګانو د والګي نښې رابرسېره شوې. تر دې مخکې د هند په ګجرات او احمداباد ایالتونو کې هم د چرګانو د والګي نښې موندل شوې وې. ",۷۵ زره چرګان له منځه یوړل شول 1889,," په دوو جلا -جلا پېښو کې تيره شپه د خوست او پکتيا ولايت په اړوند سيمو کې دوه تنه ملکى وګړي ناپيږانده وسله الو کسانو په ډزو کې وژلي دي. پوليسو په دې اړوند څوک نه دى نيولي او وايي تر ډيره بريده دا وژنې د خپل منځى دشمنيو او تربګنيو کار دى . په خوست کې يو هوايي پيلوټ چې پنځه ورځې وړاندې يې کوزده شوى او په پکتيا کې يو ٢٥ کلن ځوان د دا ډول دښمنيو قربانى ګرځيدلي دي. له دې نه وړاندې د پکتيا د زرمت ولسوالى ادارى مدير د يو بريدکونکى په ګډون وژل شوي دي. د ننګرهار د بهسودو په ولسوالى کې بيا يو صراف وژل شوي دي. ",په خوست او پکتيا کې دوه تنه ملکى وګړى وژل شوي 1890,," د دولتي روغتونونو، روغتيايي كار كوونكي د متخصصينو په ګډون په لږ تنخوا په پلازمېنه او لرې سيمو كې دډېر وخت لپاره كار كوي، خو دځانګړو روغتونونو او روغتيايي مركزونو كار كوونكي په ښو امكاناتو سره لوړې تنخواوې ترلاسه كوي. دبلاسم روغتون مشر ډاكټر عبدالمالك وايي: په دې روغتون كې كورنيو روغتيايي كاركوونكو ته له( 15 تر 35) زرو افغانيو او پاكستاني او هندي روغتيايي كار كوونكو ته له( 25 تر 125) زرو افغانيو تنخوا وركوي. كه چيرې دغه شان توپير وپايیږي ډير ژر به د دولتي روغتونونو دروازې وتړل شي. ",دولتي روغتونونه له گواښ سره مخ دي 1891,," کابل:  دځوانانو د ټولنې زلمی مشر ډاکټر اکرم خپلواک د پکتیکا د نوي والي په توګه وټاکل شو. ویل کیږي ډاکټر خپلواک وروسته ترهغه ټاکل کیږي،چې د پکتیکا یو شمېر خلکو د پارلمان په وړاندې د والي ګلاب منګل او امنیه قوماندان پرخلاف لاریون وکړ. ګلاب منګل د لغمان د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی. ",اکرم خپلواک د پکتیکا والي وټاکل شو 1892,," کابل: تېره ورځ د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د وژل شویو بهرنیانو مړي وموندل شول. دغه الباني وګړي د خپل الماني ملګري په ګډون د طالبانو له خوا تښتول شوي وو او  وروسته ووژل شول. د البانیانو ترڅنګ څلور افغانان هم تښتول شوي و، خو هغوی ډېر ژر خلاص شول. ",د البانیانو مړي وموندل شول 1893,," کابل: د افغانستان خوږژبی سندرغاړی فرهاد دریا کابل ته راورسېد. فرهاد دریا په کابل کې د یوه شخصي تلویزیون(‌‌طلوع ) په بلنه کابل ته راغلی دی. دی به د نوي کال په اړه په کابل کې کنسرت ورکوي. ټاکل شوېده ښاپېرۍ نغمه هم نن کابل ته را ورسیږي. څو ورځې مخکې نعیم پوپل هم کابل ته راغی. نغمه، نعیم پوپل او رحیم شاه د اریانا تلویزیون له خوا رابلل شویدي. له اوضاع داسې برېښي،چې دغه تلویزیونونه د هنرمندانو او کنسرتونو په برخه کې هم یو تربله سیالي کوي. تردې اخوا په مزار شریف کې د سره ګل میلې په ویاړ  د ۱۱۰ سندرغاړو یو هنري فسټیوال جوړیږي. ",فرهاد دریا کابل ته راورسېد 1894,," کابل: ټاکل شوېده سبا د مارچ په ۱۷ مه نېټه د کابل په سرینا هوټل کې د زي تلویزیون له خوا یوه غونډه جوړه شي. په دغه غونډه کې به په کابل کې د زي تلویزیون یوه څانګه پرانستل کیږي. امکان شته په راتلونکي کې د افغانستان لپاره هم خپرونې ولري. ",کابل کې د زي تلویزیون څانګه پرانستل کیږي 1895,,"   په کابل کې ملگروملتونو په خپرې کړې خبرپاڼه کې کاږلي چې دمرغانو دوالگي ویروس ایچ یو- ان یو دکابل په دشت برچي او ذننگرهار په خوگیاڼیو ولسوالۍ کې په ډاگه شوی تیره ورځ دروغتیا وزیر ویلي وه چې داډول ویروس په افغانستان کې نشته ولې ایله اوس دملگرو ملتونو ادارې ومنله چې دا ویروس افغانستان ته هم راغلی. ملگرو ملتونو ویلي چې دمرغانو په وژنه به پیل کوي او دهغه چا چې مرغان له منځه ځي په بدل کې به تاوان ورکوي. ",ایله اوس دمرغانو والگی په افغانستان کې وموندل شو. 1896,,"   په عراق کې له پارلماني ټاکنو درې میاشتې وروسته نن پنجشنبه ددغه هیواد په پلازمینه بغداد کې غونډه وکړه او په خپل کار یې پیل وکړ. په بغداد کې دموټرو تگ راتگ بند وه او په سړکونو دامنیت دخوندی کولو لپاره سلگونه تنه امنیت ساتونکي تیت شوي وه. ",دعراق پارلمان نن لومړۍ غونډه وکړه. 1897,,"   دافغان بیسیم مخابراتي شرکت ویلي چې دنوي کال درادبره کیدو لامله پښتانه پاکستاني سندرغاړي استاد خیال محمد، گلزارعالم، نازیه اقبال، شبنم، خیال وصال او اخترگل یې کابل ته دعوت کړي او دنوي کال په لومړۍ ورځ به دلویې جرگې په لویه خیمه کې کنسرټ ورکړي بیا به مزار شریف ته ولاړ شي او په مزار شریف کې به خپلو مینه والو ته کنسرټ ورکوي. ",پاکستاني پښتانه سندرغاړي کابل ته راځي. 1898,علامه رشاد اکاډيمي," د علامه رشاد بابا (رح) ""د سيمو تاريخي جغرافيه "" دمرکو ټولګه دښاغلي صديق الله بدر په زيار د چاپ په ګېڼه وپسولل سوه .دغه اثر په کندهار کي دميوند کلتوري ټولني له خوا په زرو ټوکو کي له چاپه راووت ، چي مرکه کوونکي يې ښاغلي صديق الله بدر ، د ډيزاين او کمپوز چاري يې ښاغلي عبدالبصير شير زوي سرته رسولي .د غه اثر كي علامه بابا (رح) دپنځوسو سيمو دتاريخي جغرافيې په اړه نظر څرګند کړي او دا اثر په ټوليز ډول ١٧٠ مخه دي چي د فهرست تر څنګ د ميوند کلتوري ټولني مشر ښاغلي عبدالنافع همت ياداښت په سر کي راغلي وروسته په څلورو مخو کي دسيمي دتاريخي جغرافي په اړه دښاغلي صديق الله بدر يادونه سوي او د علامه بابا (رح) سره د دغو مرکو په اړه يې خپل خاطرات راوړي علامه رشاد اکاډيمي دښاغلي صديق الله بدر څخه چي د علامه بابا (رح) د ډيرو نژدي مخلصينو څخه وو ، زيار ستايي او ده ته دنورو بريا وو هېله کوي او دهغه تر څنګ دميوند کلتوري ټولني څخه هم په خپل وار سره مننه کوي چي ددغه اثر د چاپ چاري يې تر سره کړ ې. په درنښت :علامه رشاد اکاډيمي _ کندهار د سيمو تاريخي جغرافيه ",دميوندټولني څخه دعلامه رشاداکاډيمي مننليک 1899,يوسف هيواددوست," په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړل چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې د افغاني ضد یو شمېر عناصرو له ډلې دا ځل د افغانستان د راډیو – تلویزیون  د   ریُس نجیب روشن  له ستوني د پښتو ژبې سره د دښمنۍ یو بل افغاني ضد غږ راپورته شوی  چې له مخې یې نوموړي ښاغلي  د (دويچه ويلې ) يا المان غږ د هغې مهمې تلويزيوني خپرونې په اړه چې د دې خپرونې د معمول په توګه بايد د فوټبال نړيوالې لوبې چې په وړيا توګه افغانستان ته خپرېږي ، په پښتو او فارسي دواړو ژبو په مساوي توګه خپرې شي ، د خپرونې مسوؤلينو ته ويلي دي چې له پښتو تېر شئ او يوازې فارسي ژباړه يې کافي ده . دا لومړی ځل نه دی چې ښاغلی روشن د پښتنو په خاوره کې دننه د پښتو ژبې او پښتنو پر وړاندې دا ډول دښمنانه غږونه پورته کوي ، دغه ښاغلي د خپلو ملاتړ کوونکو په لمسون او مرسته د افغانستان د راډیو – تلویزیون له پروګرامونو هم د پښتو ژبې کچه هېڅ ته راټیټه کړې .له پښتنو او پښتو ژبې سره د دښمنۍ په دغه لړ کې چې اوس په افغانستان کې روانه ده د ښاغلی ( روشن ) په شان یو شمېر ( تاریک ) اندېشه او سکټاریست کمونست – تنظیمی  عناصرو سره لاسونه ورکړی چې له امله یې د پښتو زبې جرړې له تاریخي افغانستان دغه د پښتنو د لرغوني ټاټوبي څخه وباسي ، خو د چا خبره ( دا لاره ترکستان ته ځي ) او نه یوازې  دغه جناب چې د هغه د   پان ایرانیزم ټول  خلي به د افغان ملت له یووالي پو پنا شي .   موږ په داسې حال کې چې د روشن دغه څرګندونې په کلکه غندو ،د آلمان له دولت او  د المان غږ ټلویزیوني خپرونو له ادارې  څخه هیله لرو چې ددغه شان افغاني ضد عناصرو په سپارښتنوله افغانانو سره خپلې  موخې بدلې نه کړي  او  له افغان ملت سره خپله لرغوني پېرزوینه لکه د تېر په شان سالمه وساتي  . له بلې خوا موږ د افغانستان د اسلامي دولت له چارواکو هم په کلکه غوښتنه کوو چې ددغه راز ملي ضد او د افغانستان د اساسي قانون ضد اعمالو او د هغو د عاملینو مخه ونیسی .ددې خبرې څرګندول ډېر ضروري ګڼو چې دې اور ته دې څوک لمن نه وهي کنه نو لمبې به یې د هر افغان دښمنه عنصرکور هم وسوځوي چې بیا به یې هېڅ څوک مخه نشي نیولای .   افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور او د مینې جونګړه ده   مخ پر وړاندې د ټول افغان د ملی یووالي په لور   په هېوادنۍ مینه   د خپلواکی د فرهنګی مرکز په استازیتوب",په ډنمارک کې د افغانستان د فرهنګی مرکز اعلامیه 1900,احمد فؤاد لامع_کابل," ديوالونه راته خاندي اسمانونه راته خاندي د ژوند هره ائينه کې ارمانونه راته خاندي ....... هر سلګۍ مې شوه موسکنه هر پرهر په رغېدا شو نه چې ژوند دی نوی شوی پرې اودم د مسيحا شو ....... څانګه څانګه شوه له مينې د حسونو زمزمه شوه راکې نوی روح يې پو کړ (سرتر پايه فلسفه شوه) ....... ماته يې دومره مينه راکړه چې له ځانه بيګانه شوم ټول وجود مې يو غزل شو هر اشنا ته ترانه شوم ....... د تقدير کړۍ شوه سسته د""غنی"" خيالي ادم شوم پاس په عرش کې مې ګډا ده کله زير او کله بم شوم!  * د غني خان دې شعر ته اشاره چې وايي:  د موسکو سترګو جانانه، لر له پښو مې کړه دا پړی بيا مستي د خاورې ګوره او ټوپونه د ادم کله شرنګ د حوا خوا کې کله زير او کله بم د تقدير کړۍ که سسته، بيا زما ګډا ته ګوره ستا د عرش په منارو کې، ليونۍ خندا ته ګوره! ","د""غني"" خیالي ادم" 1901,," دننګرهار ولايت په خوګيانيو ولسوالۍ کې دوسلو او مهماتو يو زيرمتون کشف او ترلاسه شو. د نوموړي ولايت د چارواکو په وينا په دغه زيرمتون کې لس ګونه ميله سپکه او درنه وسله لاس ته راغلې ده. د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولايت دامنيه قومانداني پوليسو دوه تنه چې غوښتل يې دولتي پټ سندونه او دننګرهار ولايت دمحبس مهر له ځانه سره پاکستان ته وليږدوي نيولي دي. ويل کيږي چې دغه دوه تنه يو يې د کونړ او بل يې د پروان ولايت اوسيدونکی دی. ",په ننګرهار کې وسلې وموندل شوې. 1902,," د عراق په سامره ښار کې عراقي او امريکايي پوځې ځواکونو خورا پراخ ځمکني او هوايي عمليات پيل کړي دي. ددغو پوځي عملياتو موخه د القاعده شبکې د اړوندو پاڅونکونکو له منځه وړل په ګوته شوي دي. په راپورنو کې ويل شوي چې تر دې دمه په دې ترڅ کې څلوېښت شکمن کسان نيول شوي. د عراق د بهرنيو چارو وزير، هوشيار زيباري ويلي چې دا ګام په سامره ښار د ترهګرو له خوا د ځالو د جوړيدو د مخنيوي په موخه پورته شوی دی. ",په عراق کې پراخ پوځي عمليات پيل شوي. 1903,," د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ايران د اټومې ستونزې د اواري په برخه کې د پرمختګونو خبر ورکړی دی. خو د امريکا متحد ايالاتونه چې د ملګرو ملتونو يو دايمي غړی هېواد دی، وايي چې ايران د متحدوايالاتونو د ګټو لپاره يو ستر ګواښ دي. سپينه ماڼۍ ايران له عراقي اورپکو سره په ملاتړ تورنوي، او زياتوي چې ددغه هېواد لاسته د اټومي وسلو له ورتګ سره به سيمې ته ګواښ پيښ شي. ټاکل شوې ده چې درې ورځې وروسته د امريکا او روسيې استازې د ايران د اټومي لانجې په اړه د امنيت شورا د غبرګون په برخه کې خپل نظرونه سره شريک کړي. ",امريکا وايي چې ايران يو ستر ګواښ دی. 1904,," په کابل کې د اخلاقي فساد په تور يو شمير بهرنيانۍ ونيول شوې. ويل کيږي چې دغو بهرنيو ميرمنو د کابل ښار په بيلابيلو ميلستونونو کې فعاليت درلود چې تيره شپه د نوموړو ميلمستونونو د خاوندانو سره يوځای ونيول شوې. د کورنيو چارو وزارت د اخلاقي فساد د مخنيوي د کميسيون رئيس عبدالجبار ثابت وويل چې دې ښځو د کابل په يو شمير ميلمستونونو کې د فساد زمينه برابره کړې وه چې د پوليسو له خوا ونيول شوې او ډير ژر به يې اړوندو هيوادونو ته واستول شي. د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندې يو شمير چينايي ښځې چې په ورته کار يې لاس پورې کاوه، هم د پوليسو له خوا له نيولو وروسته خپل هيواد ته واستول شوې. ",په کابل کې مفسد بهرنيان ونيول شول. 1905,دنندارې راپور,"  داوه ويشتو کلونو وروسته دااونۍ دتورخم په پوله دافغانستان درى سوه درى جرمني ماډل بس اودپاکستان دهينو ماډل بس په اوړېدو اوراوړېدو پيل وکړ ،چې په دې بسونو کې دجلال ابادنه پېښور ته اوله پېښور دپېښور نه دنندارې راپور : داوه ويشتو کلونو وروسته دااونۍ دتورخم په پوله دافغانستان درى سوه درى جرمني ماډل بس اودپاکستان دهينو ماډل بس په اوړېدو اوراوړېدو پيل وکړ ،چې په دې بسونو کې دجلال ابادنه پېښور ته اوله پېښور نه جلال ابادته مساپرين وړل راوړل کيږي - ددې سلسلې موافقه تېره مياشت په اسلام اباد کې ددواړو هيوادنو ترمنځ لاس ليک شوه چې په دې موافقې کې دپېښور او جلال اباد ترڅنګ دکوئټې اوکندهار ترمنځ هم دبسونو دتګ راتګ موافقه لاس ليک شوه خواوس ويل کيږي چې دکندهار اوکويټې ترمنځ دبسو نو لړۍ به دوه مياشتې وروسته پيل شي - همداراز دولتونو موافقه وکړه چې په دې بسونو کې مساپرين بايد ويزه او پاسپورت هم دسفر په وخت کې له ځان سره ولري-  دمارچ په پنځه لسمه دجلال اباد نه لومړى درى سوه او درې جرمنى ماډل بس چې دافغانستان اوپاکستان دوستۍ او ورورولى پټۍ يې په مخ لګېدلې وه اودګلونو هاريې له ځانه سره لېږداوه ، اوترڅنګ يې په بس کې پنځه دېرش دولتي چارواکې اوغير دولتي خلک سواره وو په تورخم راواوښت - په تورخم کې دپاکستان ددولتي چارواکواوعاموخلکوله خوايې ښه استقبال شو - وروسته يې دخېبر لاره رالنډه کړه او دپېښور په پرس کلب کې دصوبه سرحد دترانسپورت وزېر اخترنواز اونوردولتي چارواکو له خوااستقبال شو - وروسته دافغانستان دترانسپورت معين نذير حسرت اودجلال اباد دښار دترانسپورت رئيس عبداله وفا اڅکزى چې دافغانستان ددولت نماينده ګي يې کوله په پېښور پرس کلب کې ديوې غونډې په ترڅ کې خبريالانو ته ددواړه هيوادونو دلادوستۍ او ورورولۍ په اړه يې ويناوې وکړې -اوهمدارازدسرحد دترانسپورت وزير اخترنواز هم دخبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل - نن دمارچ په اولسمه دپاکستان لومړنۍ هينو ماډل بس چې پنځوس نفره دولتي چارواکي اوغير دولتي خلک ورکې سواره و و،دبس په مخنۍ شيشې باندې يې دمشرف عکس هم لګېدلى و، اوهمدارازد افغانستان اوپاکستان دوستي دې ژوندۍ وي،ترعنوان لاندې پټۍ هم پرې لګېدلې وه - له پېښورنه دسهار په نهو بجو دتورخم په لوري يې حرکت وکړ ، دخېبر ترمزل وروسته په تورخم واوښت چې په تورخم کې دافغانستان ددولت دچارواکواوعاموخلکو له خوا ښه بدرګه شو وروسته دافغانستان په وخت په دوه نيم بجو دجلال اباد په ښارکې ودرېده - وروستي لاس ته راغلي راپورونه وايي چې په جلال اباد ښار کې دپاکستان بس سرويس ته دروند هرکلى ويل شوى دى - ",دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دبسونوتګ پيل شو 1906,ډاکټر حسن ،لندن," ډکه له سرو میو لیونیانو ته را پاتې شوه دادزړه پیاله مونږ شرابیانو ته را پا تې شوه   یو په ګیډه موړ پښتون پاړسواوبل اردو وائي دا خواره پښتو مونږ غریبانو ته را پا تې شوه   وینه مو سرخي د ا ننګو دښایستوؤ شوه څړیکه دزخمونو عاشقانو ته را پا تې شوه   نورددین مین په خپل ابادملک کې سیاست کوي دند ه دجهادبس افغانانو ته را پا تې شوه   ټول محفل خالي شوه چې سهر سر راښکاره کړلو شمع په ژړا مونږ پتنګانو ته را پا تې شوه   بې له دې حسنه به په څه د زړه پټۍ کوؤ سره وینه مرهمه مونږ زخمیانو  ته را پا تې شوه     ",ډکه له سرو میوپیاله 1907,داکتر حسن ،لندن," مات وزري   دعشق په لوړو او ژورو با ندې څوک پوهیږي  ؟ دښایستوؤ  په منترو باندې څوک پوهیږي؟   په کوم کړنګ کې به ر ا پریوزو که به ورسیږو په مقدر  دمات وزرو  باندې څوک پوهیږي؟   لکه صیاد دجال لمن کې خیراتونه ویشي په نیرنګو د زور ورو  باندې څوک پوهیږي؟   هسې بې ذوقو ته بې ځا یه اوښکې مه څڅوه دلته په دام دملغلرو  باندې څوک پوهیږي؟   زړه به پتنګ ته ویلوې   په  محبت کې   شمعې دلته   په زړونو دډبرو باندې څوک پوهیږي؟   اغیارو، مونږخو یو وجود دپښتنو پیژنو ستاسې په لرو  او  په  برو باندې څوک پوهیږي؟   وخت در ګنډلې دي حسنه په اغزیو شونډې ستا په زګیروي زګیروي خبروباندې څوک پوهیږي؟   ",مات وزري 1908,خادم کوچی," خادم کوچى ١٣٨٤دليندۍمياشت په افغانستان کې دپښتنواوپه عراق کې دسوني عربانوپه برخوياحقوقوباندې سوداګري شوې ده! لوېديزوال دخپل سياسي اغېزاوپدل دپراختيااوپياوړتياله پاره ډېرې خوندورې،زورورې اوښکرورې غورې دربې اوخبرې کوي ددغې نړۍمشرانوتل دخپلې واکمنۍاوسياسي ولکې دټينګولواوغځولوله پاره ببولالې ويلې دي،خپلوخبرواوخيالي نغاروته يې رنګونه اوخوندونه ورغوځولي دي،په خپلوخبروکې داسې مرچ مساله اچوي چې دډېروخلکوزړونه دخپلې خيالي واکمنۍپه لورورړنګوي،بل داچې له دغې نړۍسره پنځه ډالره موندل کېږي ځينې خلکوته خويې دخپلوسياسي ګتودخوندي ساتلواولاسته راوړلوله پاره ورکوي اوځينې بيادسخاوت اوښندنې تمه ترې لري هغوىداسې ګڼي چې ګواکي ټولوته به يې له يوې مخې ورکوي اوداچې څه ناڅه به دوى ته هم ورورسېږي. په پخواوختونوکې دغومشرانوله شوروي لوري څخه وېره اوډارښکاره کاوو،دنړۍله دغه ځواک څخه يې بو،بلاجوړه کړې وه،تل به يې هڅه کوله چې شوروي لورى يونړۍخورځواک خلکوته وروپېژني،لوېديزوالومشرانوبه تل دوګړيزوبرخوګواکي دبشردحقوقونغاره ترنګوله ځينې هيوادونه،ټولنې اوخلک به يې په تېري اوزورزياتي پړه اوګرم ګڼل چې ګواکي دوى دخلکوپه برخوباندې تېرى کوي،خپل هيوادونه،ټولنې،خلک اومشران به يې دخلکودبرخوساتندويان اوسپايان ګڼل دغه خپل نړۍخورځواک يې خلکوته داسې ورښکاره کاووچې ګواکي دغه خلک اوهيوادونه که په نړۍکې نه وي نوخلک به ژوندي سره وخوري،همدغه دوى دژغورنې پريښتې وې چې زموږپه دغه وژونکې اوځورونکې نړۍکې يې ژونددرلود. همدارنګه لوېديزوالوله څوکلونوڅخه راپه دېخوادنړيوال بازاراودډېموکراسۍسندره زمزمه کوله داسې شعاراوببولاله يې خلکوته وراوروله چې دوى په نړۍواله کچه ازادبازارجوړوي اوپه نړۍ کې به ډېموکراسي راولي اوداچې په نړۍکې به له هغوډلواوخلکوسره همکاري کوي چې ددغودووستروکارونواوارمانونوپلويان وي،ددنګلې په دغه بهيراودوران کې دځينې پېښوله امله لوېديزوالوافغانستان ته راودانګل خوددې پرځاى چې ديادووشوخبرواوشعارونودپلي کولوله پاره په افغانستان کې دهغه چاملاتړوکړي چې په ډېموکراسۍاوازاد بازارباندې باور ولري،دلوېديزي نړۍسياسي مشرانو،له وسله والوډلواوخپل سروياغي جنګياليوسره په پټپټوني اوسوداګرۍلاس پورې کړ،دافغانستان دسياسي جوارۍدګټلوله پاره يې له هغوډلوټپلوسره خپلې ګوټې پټې کړلې چې دافغانستان دشلکلنې جګړې په ترڅ کې له بېلابېلولوريوڅخه مرستې ورسره شوې وې يانازول شوي وو،له جنګي دريځ اوجنګيتوب سره سره دغه ډلې شيندلې اوداسې ډلې وې چې له اېران،روسيې اودشوروي په خېټه کې له ځينې هيوادونوسره يې نېغ په نېغه يامخامخ سياسي تړاوولاره،اوداچې له دغوهيوادونوسره يې ژبنۍاونژادي اړيکه درلودله اودغوډلوټپلودافغانستان په خلکوديوې تشې واکمنۍخوب ليدلى وو. دبون داېتلاف ياګډولې دجوړولواودباندېني ېرغل په شپوورځواووخت کې لوېديزوالوپاکستان هم يوډول تېښتې اوپه شاتلولوته اړکړ،هغوى ياپه ځانګړي ډول امريکايانوپاکستان ته خپل زورداسې ورښکاره اووښوده چې که دغه هيوادله دوى سره دوېرې اچونې په جګړه کې مرسته اوهمکاري ونه کړي نوبيالوېديزوال کولى شي چې دشوروي له ستانونوڅخه مرسته،ځمکه اوهډې وغواړي اودنړۍله دبل ځواک شوروي له لوري څخه دوېرې اچونې په پلمه اوبانه يوه داسې جګړه راپيل اوروانه کړي چې دنړۍدغه لورى هيوادونه اوخلک پکې وسوزوي دپاکستان له پاره ښکاره وه چې که دغه هيواددهغوى په وينادوېرې اچوونې اوتراګري په وړاندې دجګړې دريځ نه واى خپل کړى اودنړۍله هغه لوري څخه جګړه پيل شوې واى دغه هيوادله سترګواښ سره مخ کېدلى شوى ګوکي دشوروي هيوادونوله لوري جګړه پرې ورتپل کېدله.الوبل. له بل پلوه داسې ښکاره کېدله ياانګېرل کېدله چې کلونه کلونه په افغانستان کې دپښتنومغروره ټولنه واکمني کوي اوداچې په دغه سيمه کې همدامغروره ټولنه دهرباندېني ځواک په وړاندې راپورته کېږي اوداوړتيالري چې دخپلې خاورې اوخلکودوښمنانوته ماتې ورکړي تردې چې دنابودۍکندې ته يې وروغورځوي. سياسي پېښويوداسې بداوبدمرغه بهيررامنځته کړچې لوېديزوالومشرانوله اېران،روسيې،دافغانستان له نوروګاونډي ستانونوتاجکستان،اوزبکستان اونوروتورکي نژاده هيوادونوسره خپلې داشنايي اوسوداګري اړيکې ټينګې کړلې،دډېموکراسۍاوملي حکومت دجوړولوپرځاى دجنګي ډلو،ټپلواېتلافي حکومت جوړکړل شو،دپشتنودريځ پکې کمزورى له پام څخه غورځول شوى ترډېره ځايه پورې پښتانه له پدل،اغېز،له اوراوزورلاندې راوستل شول،دافغانستان سياست داسې خلکواوهيوادونوته وسپارل شوچې زموږدخلکواوهيوادپه وړاندې يې کلونه کلونه کرکه اوتوپيرونه پاللي وو.   همدغه ډول دسيمې په يوه بله ګوښه اوڅنډه کې دسوني عربانوپه وړاندې همدغه ډول دريځ اوچلندخپل کړل شوپه عربي عراق باندې دلوېديزوالوله لوري ځمکنىاوهوايي پوځي اېرغل وروړشودنوې نړۍ لښکر کشي  پرې وشوه دعراقي مشرتابه دحکومتي جوړښت اوعراق په ورانولوسره له هغوىڅخه حکومتي رول اوواک واخيستل شودلوېديزوالوسياسي اوپوځي لښکروپه مرسته داسې ډلواودسيمې هيوادونوته ونډه ورکول شوه چې په سيمه کې يې کلونه کلونه ددغوخلکواوهيوادپه وړاندې کرکه اوتوپيرونه پاللي اوکرلي وو. دپېښودغه چلند،څرخاوي اوبهيروښودله چې دډېموکراسۍدپلويانوياډنډوره چيانواونغاره چيانونورهيڅ ونه کړل په خپلوهغوژمنوکې پاتې راغلل چې زموږله خلکواونړيوالوسره يې کړې وې اوياداچې کوي يې،يوازې يوکاريې وکړچې په افغانستان کې يې پښتانه وځورول پښتوژبه يې له ملي دريځ اوهوډڅخه راوغورځوله اودهغوعربوپه سيمه کې يې عربان وځورول چې کلونه کلونه لوېديزوالوله خپل سياسي اغېزاوپدل لاندې ساتلي اوراوستلي وو.   ",په افغانستان کي د پښتنو او په عراق کي د . . . . 1909,,"   د مونشن په ښار کي د نوي ۱۳۸۵  کال مېله نيوله کيږي او ورسره جوخت د نارنج ګل دوديزه مشاعره په ياد شوي ښار کي د شپږم ځل دپاره ترسره کيږي .",د جرمني په مونشن کي د نارنج ګل مشاعره کيږي 1910,," پرون هغه مهال ٩ تنه دولتى پوليس مړه او ٣ تنه ټپيان شول ، چې د قندهاردميوند ولسوالى له يوې غرنى سيمې څخه يې د څلور تنووژل شويو بهرنيانو مړى ليږدول . په قندهار کې چارواکو ويلي د پوليسو موټر چې د وژل شويو دريو تنو البانيانو او يو جرمنى جنازى يې ليږدولى د لارې په اوږدو کې پر بمى چاودنه وشوه . دغه څلورتنه بهرنيان چې د يوې جرمنى موسسې له پاره يې په افغانستان کې کار کوو تيره شنبه دهلمند د ګرشک په ولسوالى کې وتښتول شول. دغه بهرنيان طالب اورپکو وژلى او مړى يې دهلمنداو قندهار ترمينځ په پرته سيمه کې پيدا شوي دي. چارواکى وايي ددغو بهرنيانو مړى اوس مهال کابل ته ليږدول شوي دي. ",دبهرنيومړيودليږد پرمهال ٩ تنه پوليس وژل شوي دي 1911,," پاکستانې چارواکو د بلوجستان په کويټه کې د اريانا ، طلوع خصوصى او د افغانستان دولتى ټلويزيونو خپرونې له دې امله بندې کړي چې ددوى پر وينا د خپرېدو قانونى اجازه يې نه درلوده او د پاکستان پر وړاندې زهرجن پروپاګنډ کوي . ",د افغان ټلويزيونو خپرونې په کويټه کې بندې شوي 1912,," د هېواد وتلې سندرغاړې نغمه د افغان بيسيم ، بنياد بيات او اريانا ټلويزيون په بلنه نن له غرمې وروسته د يوې پاکستانې الوتکې په ذريعه کابل ته راورسيده او له تود هرکلى سره مخامخ شوه . کله يې چې قدم دکابل پر هوايي ډګر کيښود، سريې ټيت کړاو خاوره يې مچې کړه او شکران يې ادا کړ، چې خپل طن ته راغله. نغمه به د نوى کال پر شپه په کابل کې کنسرټ ورکړي.له نغمې سره يې خاوند منګل نه دى راغلى . ",نغمه کابل ته راورسيده . 1913,,"   دائتلافي ځواکونو له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددغو ځواکونو په ملتیا ملي اردو سرتیرو دزابل په قلات سیمه کې نهه طالب جنگیالي چې له وسلو ډک ول په یوه مسجد کې نیولي. ائتلافي ځواکونه وایي دوی مسجد ته داحترام ساتلو لپاره دننه نه شول ولې دملي اردو سرتیري دمسجد دملا په اجازه دننه ورغلل او نهه طالب جنگیالي یې ونیول. خبرپاڼه داهم وایي کوم اخ ډب دنیولو پر مهال رامنځ ته نشو.   ",په زابل کې نهه طالبان په مسجد کې نیول شوي. 1914,,"   له هغه وروسته چې په ټول افغان ویبپاڼه کې یو مطلب دافغان ادبي بهیر په وړاندې لیکل شوی وه دافغان ادبي بهیر د٤٩ غړو دغندلو ترڅنگ دادبي بهیر ویبپاڼه دبهیروالو له لورې تړل شوې بهیروال وایي سپکاوی یې شوی او دټول افغان اداره بیا وایي دولسواکۍ سره جوخت یې مطلب خپور کړی او دادبي بهیر له لورې ځوابیه لیک ندی وراستول شوی. دادبي بهیر دویبپاڼې دتړلو له امله گڼ شمیر مینه وال يې خفه شوي او دبیا پیل غوښتنه ترې کوي. ",دافغان ادبي بهیر ویبپاڼه تړل شوې. 1915,ګل اغا احمدي وردګ," دګل اغا احمدي وردګ لیکنه :  دريم: بهرني سفرونه بله لويه مسئله چې د ملي شورى د غړو تر منځ د زياتو ناندريو او اوږدو بحثونو وړ ګرزيدلې ده هغه له هيواد څخه بهرنۍ نړۍ ته د پارلمان د غړو د سفرونو موضوع ده چې د هرې ورځې په تيريدو سره نوي نوي ابعاد او اړخونه خپلوي. بهرنيو هيوادونو ته د ملي شورى د رئيسه هيئت او ځينو نورو غړو سفرونه د مشرانو او ولسي جرګې په نورو غړو سخته اغيزه غورځوي او هر غړى ځان تر نورو زيات د سفر كولو مستحق ګڼي او زړه يې غواړي چې له دې امتياز څخه برخمن شي. بهر ته د ملي شورى د غړو د سفرونو موضوع د لندن د كنفرانس څخه سرچينه اخلي چې د هيواد له ولسمشر او حكومتي پلاوي سره په سمبوليك ډول د ملي شورى د رئيسه هيئت په شمول د ولسي جرګې او مشرانو د جرګې يو شمير نارينه او ښځينه غړو د انګلستان هيواد ته سفر وكړ او د ملي شورى د غړيو تر منځ يې يو لړ ناندريو ته لاره پرانيسته. لومړى خو دا يو ډير ستونزمن كار وو چې څوك به ځي او د كومو معيارونو درلودونكي اشخاص له ملي شورى څخه د ولسمشر ښاغلي حامد كرزي سره د سفر كولو وړتيا لري؟ په دې اړه ګڼې مسئلې، ګيلې او ستونزې د ملي شورى د دواړو مجلسونو د غړو تر منځ پيدا شوې چې ځينې يې اوس هم ناحل پاتې شوې ځكه هر وكيل هيله من وو چې د بهرني سفر لپاره به ټاكل كيږي. بله مسئله بهر ته د ملي شورى د ښځينه غړو سفرونه دي چې په دې اړه هم د ملي شورى تر منځ يو لړ ستونزې او نوې خبرې را پيدا شوې حتى خبره تر فتواګانو پورې هم ورسيده چې ګواكي ښځينه پلاوي بايد د سفر پر مهال شرعي محرم له ځان سره ولري. بل دا چې د ملي شورى د ښځينه غړيو تر منځ هم بهر ته د سفر پر مسئله خبره تر لفظي جګړې او دعوو پورې ورسيده او ناندرۍ د مجلس د تالار د ننه پاتې نه شوې بلكي د خبري سرچينو په حواله د ملي شورى د يو شمير ښځينه غړيو تر منځ لفظي تاوتريخوالى د پارلمان د ودانۍ دهليزونو ته هم سرايت وكړ او يوه ستونزمنه مسئله ځينې جوړه شوه و ګورى د چراغ د ورځپاڼې ۴۱۴ ګڼې هغه مطلب چې د روان ۱۳۸۴ هجري لمريز كال د دلوې د مياشتې په ۲۷ نيټه يې پخپله لومړۍ پاڼه كې د (جنګ شديد لفظي زنان نماينده در ولسي جرګه به اوج خود رسيد) تر عنوان لاندې خپور كړى دى. بايد وويل شي چې د چراغ ورځپاڼه د هيواد په پلازمينه كابل كې په منظم ډول خپريږي.  څلورم: ټوپكونه د ولسي جرګې د زياترو غړو بله مهمه غوښتنه د خپلو ځانونو لپاره حد اقل د دوو دوو ټوپكونو موضوع ده چې د خپل شخصي امنيت تر نامه لاندې يې د لاسته راوړلو لپاره ډير ټينګار كيږي. البته نوموړې غوښتنه په داسې حال كې مطرح كيږي چې د پارلمان زياتره غړي د داسې ډلو او ګروپونو سره تړاو لري چې په وروستيو جګړو كې ښكيل او اوس مهال هم د ډول ډول وسلو د درلودلو ګمان پرې كيږي. په همدې توګه فكر نه كيږي چې د پخوانيو وسله والو ډلو غړو دې خپل ځانونه په داسې ډول خلع سلاح كړي وي چې دوه ټوپكونه دې هم و نه لري. په هر صورت د افغانستان د مسائلو زيات څيړونكي داسې ګمان كوي په داسې حال كې د نوموړې موضوع مطرح كول او د ملي شورى د غړو له خوا د ټوپكونو غوښتنه شايد د هيواد د بې وسلې كولو له ملي پروګرام سره مرسته و نه كړي چې هيوادوال او نړيوال د تباه كوونكو وسلو له شتون څخه د افغانستان پاكوالى غواړي او د روانو ستونزو حل هم په دې مسئله پورې تړلى ويني. له بلې خوا كه د ملي شورى د غړو د امنيت مسئلې ته په ژوره توګه و كتل شي نو د ټوپكونو درلودل او وكيلانو ته يې توزيع كول له دې مسئلې سره كومه مرسته نه شي كولاى بلكي په هيواد كې د ټوپك دردلو او استعمال كلچر ته وده وركوي. كه د ملي شورى وكيلان رښتيا هم خپل ځانونه د خلكو واقعي استازي ګڼي نو بايد پرته له كومې ويرې او ډار څخه د خپلو هيوادوالو منځته ورشي، له هغوى سره و اوسي، له هغوى سره مشورې وكړې، د هغوى ستونزې واوري او د هيواد اجرائيه ځواك ته يې وړاندې كړي. له هيوادوالو څخه بيلتون، د ټوپكو ګرزول، د ځانګړي فيشن وده او داسې نور حركات په هيڅ توګه د ولس له استازو سره له هغو موخو سره مرسته و نه كړي چې د ولس د خدمت لپاره يې د خپل كار په اجندا كې داخل كړي وي او نه په دې اړوند د ولس د خلكو اعتماد په لاس راوړاى شي. بايد وويل شي چې د ټوپكونو درلودل او ګرزول په هيڅ ډول د ولس له استازو سره د هغوى په امنيت او ساتنه كې مرسته نه شي كولاى بلكي له خلكو سره د ټوپك درلودلو او ګرزولو ناوړه رواج ته وده وركوي چې د تيرې غميزې په جريان كې يې په افغانستان كې رواج موندلى دى. د ټوپكونو د توزيع او درلودلو موضوع لومړى هغه مهال مطرح شوه چې د ولسي جرګې او ولايتي شورى ګانو د ټولټاكنو لپاره په ټول هيواد كې د نږدې ۶۰۰۰۰ كسانو تر منځ انتخاباتي سيالۍ روانې وې او هغه وخت هم د امنيت تر عنوان لاندې هر يوه كانديد ته د دوو دوو ټوپكونو د ويشلو موضوع مطرح شوه چې له نيكه مرغه عملي نه شوه او كه عملي شوې واى نو اوس به په هغه ميليونونو وسلو ۱۲۰۰۰ ټوپك ور زېات شوي واى چې همدا اوس د هيواد په ګوټ ګوټ كې د خلكو په لاسونو كې دي او د زياتې بدمرغۍ او جګړو سبب ګرزيدلې چې بيا ټولول يې د افغانستان لپاره د فرضو په څير اړين دي. همدا اوس هم كه هر وكيل ته دوه دوه ټوپكونه توزيع كيږي نو په هيواد كې به په هغو ميليونونو شمير وسلو ۶۰۰ نور ټوپك ور اضافه شي چې د ټولولو لپاره يې مختلف پروګرامونه په لاره اچول شوي، په ميلياردونو افغانۍ پرې مصرف شوې او تر اوسه پورې لا اوږده لاره په مخ كې ده چې هيواد مو له دې سترې او خطرناكې ستونزې څخه و ژغورل شي. له بلې خوا د دې قوي احتمال شته چې شايد نوموړې غوښتنه ډير ژر د ولايتي شورى ګانو د غړو له خوا د زياتې تنخوا او د موټرو د درلودلو په څير مطرح شي ځكه هغوى هم ځانونه د دې ډول سهولتونو د لاسته راوړلو او د امنيت تر نوم لاندې د ټوپكونو د ګرزولو او استعمال مستحق ګڼي. چې د اجرائيه قوې لپاره يو لوى سرخوږى او له هيوادوالو سره د وسلو د درلودلو كلچر ته ځواكمنتيا وربخښلى شي.  پنځم: عسكرونه د ملي شورى د زيات شمير غړو د مهمو غوښتنو په لړ كې هر وكيل ته حد اقل د دوو تنو ساتونكيو، عسكرو يا باډيګارډانو درلودل او ګرزول ضروري ګڼل كيږي او نوموړې غوښتنه په ډيره ژوره توګه تر بحث لاندې نيول كيږي. لكه مخكې چې وويل شول د ټوپكو په څير د عسكرو درلودل هم د پارلمان د غړو له امنيت سره مرسته نه شي كولاى بلكي نوموړى كار د ملت او استازو تر منځ د فاصلې د لا زياتوالي سبب كيږي. هغه استازى چې د ملت په زړه كې ځاى لري او خلكو د خپلو هيلو د انعكاس او لاسته راوړلو لپاره د خپل وكيل په توګه ټاكلى وي هر وخت او په هر ځاى كې له كوم خطر پرته د خپلو خلكو سره ليدلى او د هغوى په منځ كې په ډاډه توګه ژوند كولاى شي. خو هغه څوك چې شخصي بدۍ لري، له خلكو سره يې ظلم كړى وي په تزويري توګه يې د پارلمان د ولسي جرګې او يا مشرانو د جرګې تالار ته لاره موندلې وي د سلګونو ټوپكو او عسكرو درلودل به هم له هغه سره د خپل امنيت په ساتلو كې مرسته و نه كړي. بلكي هغه فاصله به ورځ په ورځ نوره هم زياتوالى مومي چې د دې ډول وكيل او خلكو تر منځ يې ځاى نيولى دى. له بلې خوا د دومره زيات شمير ساتونكيو ټاكنه، سمبالښت، روزنه او هغوى ته د تنخواوو برابرول د افغانستان په څير د يوه بې وزلي ولس او حكومت لپاره يو ستر بوج او فشار ګڼل كيږي چې له كومې ځانګړې اړتيا پرته او د ځينو خاصو حلقاتو په ټنيګار په كار باندې ګمارل كيږي. له بلې خوا دغه كسان چې د وكيلانو د باډي ګارډانو په توګه به دنده تر سره كوي له هر راز مسلكي زده كړو او كسب څخه بې برخې پاتې او له كومې ځانګړې اړتيا پرته يې له ژوند سره لوبې كيږي. پريږدئ چې د دې هيواد هر وګړى د خپل توان او خداى وركړي استعداد له مخې يو داسې ګټور كسب زده او د ځان لپاره غوره كړي چې د هيواد د اقتصادي سمسورتيا په لاره كې خپله ونډه واخلي. د باډي ګارډۍ مسلك ختم او د امن داسې يوه فضا حاكمه شي چې له هراته تر جلال آباده، له كندهاره تر پاميره، له پكتيا نه تر مزاره او همدارنګه د هيواد په ګوټ ګوټ كې د هرې سطحې هر هيوادوال د ډاډ او سكون احساس وكړي. په همدې توګه دغه ټولې ناولې پديدې چې زموږ د خلكو، ولس، حكومت او استازو تر منځ يې د بيلتون ديوالونه وهلي دي له منځه لاړې شي. د نوموړي كار تامين د هيواد د ولسمشر، حكومت، ولسي جرګې، مشرانو جرګې، د افغان ولس د فرد فرد او ټولو خواخوږو خواوو ګډ مسئوليت دى چې د هغه د تامين لپاره په ګډه او هڅانده توګه كار وكړي.  پايله: د افغانستان ملي شورى د خپل هيواد او خلكو په وړاندې ډير ستر مسئوليت لري چې تر دې مهال پورې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې په غونډو كې د هيواد يو شمير مسئلې تر څيړنې او غور لاندې نيول شوې دي چې ځينې يې د قدر وړ دي خو يو زيات شمير غوښتنې يې د خلكو له هيلو سره چندان اړخ نه لګوي بلكي د هغو هيلو ګلونه مړاوي كوي چې د ملي شورى د درلودلو په صورت كې د زيات شمير افغانانو په زړونو كې غوړيدلي وو او موږ پخپله ليكنه كې د هغه له ډلې څخه يوازې پنځو غوښتنو ته ګوته و نيوه چې هغه ډالرونه، موټرونه، سفرونه، ټوپكونه او عسكرونه دي. ",د نازولو پنځه غوښتنې(دويمه برخه) 1916,," غزني: په غزني کې د اسلامي حرکت پخوانی قوماندان ملا تاج محمد مشهور په قاري بابا د ناپیژاندو کسانو له خوا ووژل شو. قاري بابا نن سهار د اندړو په ولسوالۍ کې هغه مهال ووژل شو، چې له خپلو څلورو ساتونکو سره یوځای د غزني ښار په لوري روان و. پولیس وایي وژونکي د اندړو په یوه کلي کې پټ شوي او دوی یې د نیولو هڅه کوي. ",مشهور قوماندان قاري بابا ووژل شو 1917,رحيم ګل څاروان," دهیواد وتلې او نامتو سندرغاړې ښاپیرۍ نغمه نن دوه نیمې بجې دکابل په سیټي سنټر ماڼۍ کې گڼ شمیر خبریالانو ته څرگند شوه او دزړه خواله یې ورسره وکړه دهیواد وتلې او نامتو سندرغاړې ښاپیرۍ نغمه نن دوه نیمې بجې دکابل په سیټي سنټر ماڼۍ کې گڼ شمیر خبریالانو ته څرگند شوه او دزړه خواله یې ورسره وکړه. له اغلې نغمې خبریالانو پوښتنې کولې او نغمې ورته ځواب وایه لومړی هیواد ته دهغې دراتگ په مهال دخوښۍ دڅرگندولو په اړه ترې وپوښتل شول نغمې په ځواب کې وویل چې ډیره خوښه ده هیواد ته ستنه شوې او دخوښی راز یې له څیرې هم بریښي.  دوهمه پوښتنه ترې یوه خبریال دا وکړه چې له منگل سره یوځای ده او که نه؟ نغمې تر ډیره بریده ددې پوښتنې ځواب ونه وایه او دا یې هم وویل چې پوره شپږ کاله کیږي له منگل سره یې گډې سندرې ندي ویلي او له منگله دجدا کیدو او له هغه  سره دگډ ژوند په اړه یې نور څه ونه ویل او دا کار یې شخصي کار باله چې باید په شخصي کار کې څوک باید لاس وهنه ونکړي. اغلې نغمې دا هم وویل چې څلور اولادونه لري. دهیواد دهنري اړخ په اړه نغمې وویل خوشې دماشومانو لوبې ورته دا مهالیزه موسیقي ښکاري او هغه رښتینی رسالت ددې مهال موسیقۍ له لاسه ورکړی. نغمه داریانا تلویزیون په بلنه کابل ته راغلې او دنوي کال دنوې ورځې درادبره کیدو لامله به یوه کنسرټ ته هم څرگنئ شي. انځورونه : رحیم گل څاروان له اغلی نغمی سره     ",نغمه خبري غونډې ته څرگند شوه. 1918,," په پروان ولایت کې یو تن وروسته له هغې،چې خپله ښځه یې ووژله ځان یې هم وواژه. ویل کیږي دغه ښځه د پاملرنې موسسې کارکوونکې او له مېړه سره یې پر کورنیو مسایلو شخړه راغلې وه.د شخړې په ترڅ کې یې،چې کله خاوند وپوهېده،چې مېرمن یې مرګوني حال ده د ځان په وژلو یې هم لاس پورې کړ، سړی  روغتون ته تر رسېدو مخکې مړ شو. د پروان جنایي مدیریت له پېښې ناخبري ښودلې ده. ",پروان کې مېړه خپله ښځه ووژله 1919,," د جهاني سره د بروکسل په ماښام کي يو جهان خبري په بلجيم کي د افغانانو د کلتور ، مرستي او پيوستون ټولنه د روان ۲۰۰۶زېږديز کال د مارچ پر پنځه ويشتمه نېټه د افغان لوړ کلتوري شخصيت، ټولنپوه، تاريخپوه او د پښتو ژبي د بې سياله شاعر ( عبدالباري جهاني ) هرکلی کوي ،او  ټولو هيوادوالو او د ښاغلي عبدالباري جهاني د مينه والوته دې ماښام ته د راتګ بلنه ورکوي . د افغانستان د راډيو ټلويزون  غزل بول او خوږ ژبی سندرغاړۍ (يارمحمد) د ښاغلي جهاني  ښکلي غزلي په ښکلي کمپوز او اوازکي ليدونکوته ډالۍکوي  .   وخت  :  د شنبې ورځ  د  مارچ  ٢٥ مه نيټه  د ماځيګرڅلور بجې  ځای   :  د  بلجيم   پلازمينه  ( بروکسل ) پته    :  Rue  de  Midi    118  /120                     1000Bruxelles  BELGEUM                     د اړتيا پر وخت ټليفونونه  : ( 0032.477.95.07.67)   ( 0032.497.10.16.83)  (0032.484.95.89.29)  ( 0032.486.90.32.16)                                           حاجي امين باوري اونجيب احمدزي                                 د افغانانو د کلتور، مرستي او پيوستون ټولنه - بلجيم ",ښاغلی جهاني دمارچ پر ۲۵مه د بلجيم په بروکسل کي 1920,عزت الله پېژاند,"  خدايه بيا دې پسرلی کړ  خدايه بيا ونې شوې ځوانې  بيا د ځمکې په رګو کې  شنې اوبه شولې روانې  دنګو غرو پر ځان پاره کړل  سپين د واورو کفنونه  هر څه ځوان شول، هر څه ښه شول  ستا په ښکلي طبيعت کې  خو خلاف له طبيعته بس  يو زه شوم ولې پاته  دا ځواب راکړه څښتنه چې زما له عمره ولې  ډېرې ورځې شولې کمې  ولې زه د مرګ و خولې ته   يو څو ګامه نور نژدې شوم؟  ولې زما د آرمانونو څانګې اوس هم يخ نيولي؟  ولې ډېرو تروو څاڅکو زما د زړه پاڼې  کړې وچې؟ ولې زما د وجود ونه  زرغونه نه شوه باداره؟ خدا يه ولې؟  خدايه ولې؟        26- کب- 84 ل.  دريم مکروريان، کابل   ",خدايه ولې؟ 1921,," د پکتیکا ولایت د جانیخیلو ولسوالۍ امنیه قوماندان د یوه ماین د چاونې له امله ووژل شو. قوماندان عبدالرحمن وردګ هغه مهال ووژل شو، چې د یوه ښخ شوي ماین پر شنډولو بوخت و. له قوماندان عبدالرحمن سره دوه نور پولیس هم وژل شویدي. همداراز تېره ورځ ددغه ولایت پر سرحوضې ولسوالۍ یو راکټي برید وشو، چې ځاني او مالي زیان یې نه درلود. ",د جانیخیلو امنیه قوماندان ووژل شو 1922,," د پاکستان د متحده مجلس عمل یو تن مشر قاضي حسین احمد ددغه هېواد له مشهورې ورځپاڼې (جنګ) سره په مرکه کې ویلي،چې اسامه بن لادن د بینظیر بوټو د حکومت نسکورولو په برخه کې نوازشریف ته د مرستې وړاندیز کړی و. قاضي حسین احمد وایي، اسامه بن لادن دده ګوند( جماعت اسلامي ) ته هم همدغسې وړاندیز کړی و، خو ده ونه مانه. تر قاضي حسین احمد مخکې د پاکستان د خلکو د ګوند مشرې بینظیربوټو هم ویلي و، چې اسامه غواړي حکومت یې نسکور کړي، خو هغه مهال خلکو د بېنظیربوټو خبرې د امریکا د ملاتړ تر لاسه کولو یوه ناکامه هڅه بلله. د ثاضي حسین احمد په وینا، اسامه بن لادن د بینظیربوټو د نسکورولو لپاره د رایو اخستلو هڅه هم کړې وه. د متحده مجلس عمل مخالفان وایي، دغه ګوند د پاکستان د استخباراتي شبکې( ای ایس ای) له خوا جوړ شوی اود پالیسیو په برخه کې یې مرسته کوي. دای ایس ای پخوانی مشر جنرال حمیدګل هم پخپلو مرکو کې ویلي، چې دغه ګوند ای اېس ای جوړ کړی دی. ",اسامه د پاکستان سیاسي لوبغاړی شو! 1923,,"   دکورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر بینوا ته وویل چې تیره شپه دمیوند په ولسوالۍ کې جنگیالیو ددوی په وینا دهیواد دسولې دښمنانو پر امنیتي پولیسو حمله کړې او نښته منځته راغلې. دځاني مرگ ژوبلې په اړه یې څه ونه ویل خو خبري سرچینې وایي ښایي ٧ جنگیالي وژل شوي وي دغه ویاند داهم وویل چې پولیسو ته مرگ ژوبله او ښتې. ",په میوند ولسوالۍ کې تیره شپه نښته شوې. 1924,,"   دولسمشر کرزي دمطبوعاتي دفتر له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر کرزی دڅلور هغو البانیانو پر وژنه چې تیره اونۍ طالبانو په هلمند کې وژلي وه سخت خفه شوی او دخفگان مراتب یې دوژل شویو کورنیو ته څرگند کړي. دغه ولسمشر دیوه افغان امنیتي سرتیري پروژنه هم سخت خفه شوی او دپولیس وژنه یې دسولې په لار کې ستره سرښندنه شمیرلې. ",ولسمشر دالبانیانو پر وژنه خفه شوی. 1925,,"   دائتلافي ځواکونو خپرې کړې اعلامیه وایي چې دتیرې جمعې په ورځ دغو ځواکونو دننگرهار دپچیرواگام په ولسوالۍ کې په یوه مسجد کې چې چاودیدونکي مواد پکې ځای پرځای شوي وه دعلماو  تر اجازې وروسته مسجد دائتلاف ځواکونه ورننوتي او چاودیدونکي مواد یې له منځه وړي. ",ائتلافي ځواکونو په یوه مسجد کې چاودیدونکي مواد نیولي. 1926,," د کابل د سروبي ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د اول خان ګوجر په نوم یو تن ماین ښخوونکی ونیو. د امنیتي ځواکونو په وینا، دغه کس له لغمان نه د کابل په لور روان و او دوی ته خبر ور رسېدلی وو چې د ګوجر په نوم یو تن د ورانکارۍ په موخه کابل ته درځي. له ګوجر سره د یوې ښخې به شمول شپږ تنه نور نیول شویدي. اول خان ګوجر له نغلوبرېښنابند سره نیول شوی دی. ",سروبي کې یو بم چوونکی ونیول شو 1927,,"  د کندهار په میوند ولسوالۍکې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې څلور تنه ووژل شول. جګړه هغه مهال پیل شوه، چې ‌طالب جنګیالیو د پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ. د کورنیو چارو وزارت د ویاند یوسف ستانیزي په وینا، په جګړه کې دوه پولیس او دوه تنه طالب جنګیالي وژل شویدي. ویل کیږي دغې جګړې یو ساعت دوام وکړ. تر دې مخکې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د یوه ځای پرځای شوي ماین له امله ۹ تنه پولیس وژل شوي وو. ",د طالبانو او دولتي ځواکونوترمنځ جګړه، ۴ مړه 1928,," د بامیانو د ددوو سترو بتانو په اړه یو نوی مستند فلم جوړ شو. دغه مستند فلم،چې د یوه سویسي فلم جوړوونکي (کریسټین فري) له خوا جوړ شوی، د بامیانو د بتانو په نړاوي کې د پاکستاني او عربو انجنیرانو پښه هم را کاږي. دغه مستند فلم، چې د مارچ په ۲۹مه نېټه به په واشنګټن کې د فلمونو په یوه فسټیوال کې نندارې ته وړاندې کیږي په مستندو صحنو، څیړنو او مرکو بشپړ شوی دی. د بامیان دوه ستر بتان به ۲۰۰۱ کال د ‌طالبانو د واکمنۍ پرمهال ړنګ کړای شول. ",د بامیان بتان پاکستاني او عربو انجنیرانو ونړول :کریسټین 1929,ننګيالی بڅرکی," دښځودنړيوالي ورځي په ياړدمرحوم محمدعلم بڅرکي هغه اثرچي په ژوندکې دښځوداحترام په خاطرليکلی وو ديوه قوم ژبه هغه وخت داهميت او پاملرني وړ ګرځي چي دهغه ژبي قوم اووينونکي وخپلي ژبي ته پاملرنه وکړي اوپه نوموړې ژبه کي علمي ميتودونه اودبشري ټولني دپاره هغه ليکلي کتابونه خپاره کړي څودهغه ټولني خلک په نړيواله سطحه دهغه څخه په علمي ډګرکي ګټه واخلي چي دنيکه مرغه تقريآدنيمي پيړۍ په شاوخوا کي پښتون قوم وخپلي پښتوژبي ته دقدروړخدمت کړی دی په نوموړې ژبه کي اوس پوره غني مواد شته دي چي په هره برخه کي دمينه والوتنده په ماتيدای سي اوپه دې باب موږدخپلوليکوالانوستاينه کوو.اوپه مختلفوبرخوکې ځانونه ستړي کړي دي.نوهمدااوس بياداسي يوکتاب زموږلاسته راغلی چي دمرحوم محمدعلم بڅرکي دورستيوشيبودکاراوفعاليت نتيجه ده،نوموړی کتاب چي دښځووتاريخ ته يوه کتنه ده مرحوم محمدعلم بڅوکي په 15کلونوکي دافغانستان اودنړۍ وښځوته دډيرتحقق څخه وروسته يو داسي علمي اثروړاندي کړچي وميرمنواوښځوته په هره برخه کي ريفرنس او ماخذکيدای سي.نوموړی اثرچي په۴٨٨مخونوکي خپورسوی دی ٩٠عنوانه لري اودماقبل تاريخ څخه بيا ترنن ورځي پوري په هره برخه کي په زړه پوري معلومات لري اوښځه دتاريخ په اوږدوکي بيا ترنن ورځي پوري په علمي اومذهبي ډګرکي ، په ناخوالو اوقهرمانيو کي يا هغه څه چي دتاريخ په اوږدوکي پردوی تيرسوي دي ديوه علمي اوتاريخي ريفرنس په توګه دنوموړي کتاب څخه ګټه اخيستل کيدای سي . نوموړی کتاب چي دښځودنړيوالي ورځي په درناوي پرخپل وخت خپورسو داحمدشاه بابادعلمي ادبي ټولني په هلوځلوسره خپورسوی دی چي اوس نوموړی کتاب په هالينډ کي داحمدشاه باباعلمي ادبي ټولني په ادرس اويا په کويټه کي دمحترم رازمحمدرازپه کتابت سنټرکي ترلاسه کيدای سي.زه ننګيالی بڅرکی داحمدشاه بابادعلمي اوادبي ټولني اومحترم رازمحمد رازڅخه مننه کوم.اوپه دې لاره کي نوره پيروزي هم ورته غواړم په درناوي که تاسو دا کتاب او يا ددې کتاب په اړه مالومات غواړﺉ پر دغه پته babacenter@hotmail.com برېښناليک راولېږﺉ ننګيالی بڅرکی - هالنډ   ",( د ښځو وتاريخ ته يوه کتنه ) مهم تاريخي اثر چاپ شو 1930,," د کندهار ولایت په سپین بولدک کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې یو تن ووژل شو. دغه ځانمرګی برید پر فرانسوي ځواکونو ترسره شوی، خو ځواکونه ترې روغې پښې وتلي. له کندهاره رارسېدلي خبرونه وایي، فرانسوي سرتېري د یوه ځای پرځای شوي ماین پر شنډولو بوخت و، چې برید کوونکي پرې یرغل ور وړ. په پېښه کې یو تن سرتېری ټپي شوی او برید کوونکی مړ شوی دی. ",سپین بولدک کې ځانمرګی برید، یو مړ، یوټپي 1931,,"   داطاقونو دنړیوال سوداگرۍپه کابل کې مشر حمید الله فاروقي بینوا ته وویل چې سږ کال په ١٣٨٤ کال کې یې څلویښت زره ټنه وچه میوه چې پکې ممیز، بادام او نوره وچه میوه شامله ده بهرنیو هیوادونو ته صادر کړي چې ټوله گټه ترې دوه څلویښت ملیونه ډالره دسوداگرو لاس ته ورغلې. افغانستان له هغو هیوادونو څخه دی چې میوې ترې نورو هیوادونو ته صادرېږي او په بدل کې له نورو هیوادونو گڼ شمیر توکي واردوي. ",سږ کال څلویښت زره ټنه وچه میوه صادره شوې. 1932,," د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې د پاکستاني پوځ دوه تنه سرتېري ووژل شول. د پاکستان د دولتي سرچینو په وینا دغه دوه سرتېري له میرانشاه څخه ۳۵ کیلو مټره لرې د ګزمې پرمهال وژل شویدي. په میرانشاه کې د پاکستان د پوځ یوې سرچینې اسوشی ایټډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، چې په سیمه کې د عربو، افغان  او ازبکو جنګیالیو ډېره برخه لا پټه پاتې ده. ",میرانشاه کې دوه پاکستاني پوځیان ووژل شول 1933,," ميرويس جلالزی - کابل برېتانوي سرتيري به په افغانستان کي له ۱۵ تر شلو کلو پاته سي ،دا ټکی د برېتانيا د دولت د دفاع وزارت يوه چارواکي ياد کړ. چارواکی په دې نظر دی چي د ژالبانو د ختمولو او په دې هيواد کي به دامنيت په راتګ کښي دډېرو کلونو له پاره پاته کېدو ته اړتيا وي . دا په داسي حال کي ده چي په دې وروستيو کي دبرېتانيا درې زره درې سوه سرتيري دافغانستان په ناکراره ولايت هلمند کي ځای پر ځای سول . له دې مخکي د برېتانيا ددفاع وزير جان ريد ويلي وه چي سرتيري به يې تر دريو کلونو پوري په افغانستان کي پاته سي . ",بريتانيا غواړي شل کاله يې سرتيري افغانستان کي وي 1934,," ميرويس جلالزی - کابل د کابل دڅرخي پله په زندان کي د نورو زندانيانو تر څنګ درې تنه امريکايان هم ساتل کيږي ، خو ددوی سره بل ډول چال چلند کيږي .  دا ټکی ددې زندان يوه ساتونکي چي نه يې غوښتل نوم يې ياد سي بېنوا ته څرګند کړ . نوموړي وويل چي ددې دريو بنديانو ( لوفينتور ، چک ايدما ، او ايدوارد کاربولانه  ) نوميږي هر څخه ژر له بنده خلاص کړل سي .   ساتونکي وويل چي امريکايي بنديان له نورو بنديانو سره ډېر توپير لري ، دوی ګرځندکمپيوټرونه ( لاپ ټاپ ) ګرځندټيلفونونه ( موبايل ) او ځانګړي خواړه له ځان سره لري . ويل شوي چي ددې دريو تنو له ډلي څخه د يوه تن فزيکي او روغتيا يي حالت هم چندان د ډاډ وړ نه دی ، ساتونکی له امريکا نه غواړي چي دا بنديان دي خپل هيواد ته ولېږدوي . دا کسان په ۲۰۰۴ زېږديز کال د کابل په کارته پروان کي د شخصي زندان په درلودلو تورن دي . او يوې افغاني محکمې دوی ته د بند سزا  واوروله . په کابل کي د امريکې د سفارت وياند په دې اړه د څه ويلو څخه ډډه وکړه . ",په څرخي پله زندان کي د امريکايانو د ساتلو اندېښنې 1935,حبيب الله غمخور,"   درنو لوستونکو دا ليکنه مادهغه درنې ادبې غونډي لپاره کړي وه کوم چې دمارچ دمياشتي په ((19))   ورځ دالمان دهامبورگ په ښار کې جوړه شوه . څرنگه چې ما دکاري مصروفيتونو له کبله ونشوه کولاي په دغه درنه غونډه کې برخه واخلم ،پرېکړه مې وکړه ،زموږ دهيواد دستر شاعر، غښتلي ليکوال اوڅيړونکې  باري جهاني په اړه داليکنه دبينوا ويب پانې په مټ دهغه مينه والوددغې فرهنگې او ادبي غونډي جوړونکواو گډون کونکوته دراتلونکې نوي زيږدکال په مناسبت ډالۍ کړم  . زه دهغې موخې پر اساس  چې لرم يې ،سره له دې چې ليکنه مخامخ دغونډي دبرخوالو په ادرس  لکل شوېده ،او هغوي ته پکښې خطاب شويدۍ شعورأپه ليکنه کښې هيڅ ډول لاسوهنه نه کوم  . دننۍ پرتمينې آدبي او فرهنگي غونډي درنو برخوالو ،اغلو او ښاغلو! دوياړ ځاي دۍ چې ماته يو ځل بياپه هغه درنه او ادبې غونډه کې دخپل نظر دڅرگندولو چانس برابر شوکوم چې دجرمنې دهامبورگ په ښارکې د پښتو ژبې دمعاصر شعر دستوري ،سرکښ شاعر،پیاوړې ژورناليست  اوليکوال عبد الباري جهاني په وياړ جوړه شوې ده  . درنو دوستانواو فرهنگپالو! تر هر څه وړاندي اروپاته زموږ دهيواد د ادب او تاريخ ځلانده ستوري ډير درانه اوگران ميلمه  باري جهاني دسفر له امله  په وطنې مينه دزړه لوکومي هرکلې په ويلو سره ،پر ځاي اواړين  بولم  دهغو فرهنگپالواو په ځانگړې توگه ښاغلي انجنير احمدالله شيري څخه چې ددوې په زيار او هڅو ددې  درنې او پرتمينې غونډي د جوېدړوامکانات برابر شوه ، ددغه  پر خپل وخت  فرهنگي تکل په مناسبت په افغانې مينې او لورېينې د مبارکۍ په وړاندي کولو د زياتي خوښۍ په څرگندولوسره مننه اوستاينه وکړم . په نړۍ کښي اولسونه دخپلو ژونديو پوهانو ،ليکوالو ،شاعرانو او اديبانو درناوۍ کوې  او داړونده دولتي ارگانوڅخه غوښتنه کوي چې دغو شخصيتونو ته دژوند ښه شرايط او دپوهنيزکار دپر مخ بيولو مکمل امکانات برابر کړې . مگر زموږ  يو عجب و غريب اولس دۍ ،زموږ او ستاسو په هيواد کښي هر څه دنورو سره توپير لرې ،خپل پوهان ،ليکوال ،شاعران او فرهنگيان يي تل رټلې او حتاهيوادپرېښودوته اړشوېدې ،کله نا کله چې دچارواکو پر مزاج برابر کار يې نه دۍ کړی نو يې سر هم خوړلۍدی ،اويايې دژوند تر ورستيو شيبو پورې دغربت  او بيچاره گۍ په شرايطو کښي ژوند ته دوام ورکړی . متاسفانه نه ولس او نه هم دقدرت خاوندانو دهغو دژوند وحالاتواو څرنگوالي ته پام اړه ولۍ دی . همدا دليل دۍ کله چې زموږ دزورېدلی هيواد پياوړو شاعرانوخپل ژوند او چاپيريال دشعر په ژبه په پېيلواو نازکو الفاظو انځور کړيدۍ ،نو لوستونکو اويا اورېدونکو دحيرانتيا گوته په غاښ ورته نيولې ده ،دشاعر دشعرې او ادبې انځور په خيالي نړۍ کښي دومره ورک  شوۍ دی چې خپل چاپيريال ته يې پام اړونه اصلأ هېره شوېده . حقيقت دادۍ چې شاعردټولنيز چاپير يال ناخوالې ،خوښۍ  اونور هغه څه چې شاعريې انځوروې په ټولنه کښې  پخپله نه خلقوې بلکه دخپل ژونداو چاپيريال انعکاسات او احساسات په شعرې او آدبې نازکو او پېيلو الفاظوکې ولس ته وړاندې کوي  .  که له هيواد نه ليرې په مهاجرت کې ژوند که څه هم زموږ دهيواد دروڼ اندو لپاره دطلا يې قفس حثيت لري اودډول ډول ستونځو سره لاس اوگريوان  دې خودا دعينې اوحقيقې اړتياواو لاملونو پر اساس يې دا وپتې يله چې بيله کوم تو پير نه دخپل هيواد دهغو شخصيتونو د په ژوندکې درناوۍ وکړې کوم چې ددرناوې په خاطرد غونډجوړول يې  زموږد فرهنگ د علمې غنا او پياوړتيالپاره ستر ارزښت لرې؛اوهداشان  دهغو په ياد غونډې جوړي کړې چې اوس له موږ سره نشته ولې علمي ، څېړنيز او تخليقې اثار يې نورو څېړنو ،ارزونو او چاپ ته اړتيالرې .  په وياړ سره يادولاي شوداډول غونډي له سويډن څخه شروع ،په اروپا په ځانگړي توگه جرمنې ،کاناډا او امريکا کښي يو په بل پسې  دافغان فرهنگيانو او فرهنگپالونکود زيار او هاند  په نتيجه کښي دډول ډول ستونځو په منلوسره جوړې شوېدې . پدې پوره باور لرم چې ددغه علمي او فرهنگې چوپړ لړۍ به نوره هم اوږده او تل پاتې  شي .که رښتيا وويل شي په اروپا کې دافغان روڼ اندو برکت دۍ چې دافغانې پوهانو ،ليکوالو ،شاعرانو او اديبانو په وياړ دغونډو دجوړولو دودگران افغانستان  ، په ايران او پاکستان کښې ميشتو افغانانوپورې هم ور ورسېد او دپروسه هلته هم ورځ په ورځ غښتلې کيږې،همدا په بهر کې دروڼ اندو افغانانو دفرهنگي تلاښونو پايله وه چې اوس دهيوادپه غوڅ اکثريت ولاياتونو کښي  فرهنگې ټولني جوړې شوې هغوي نه يوازي داچې فرهنگې ناستې پاستې لري بلکه له نيکه مرغه همداټولنې دې چې مجلې، ورځپاڼي ،اونېزې او مياشتنۍ  دخپرونولړۍ ورځ په ورځ پراختيامومې  . زه ديوه افغان په توگه دغو تلاښونو او برياو ته دلوي ارزښت په منلو سره دقدرپه سترگه گورم ، وړانديز مې دادی چې پدي لار کښي لانور هم گړندي گامونه اوچت شې . اغلو او ښاغلو ! زما په ژوندکې دالومړۍ ځل دۍ ځانته جرات ورکوم دهغه چا په هکله څه وليکم چې دليکلو په وخت کښي  مي سمدستي له ځانه سره فکروکړ چې ته  به څنگه دهغه چا په هکله څه و ليکې کوم چې نورستاينې اوولس ته دورپېژندنې کومه اړينه نلرې .ولې د هغه وعدې له مخې چې ماددې درنې غونډي درابلونکی محترم انجينر احمداله ((شيري)) صاحب  سره کړې وه ځان  مې  پدي مکلف وباله چې  دډير گران دوست جهاني په اړوند خير که تکرار هم وې څوکرښې ددې په خاطر چې دهغه لږغوندي حق مي پر ځاي کړۍ وې  څوکرښې وليکم . درنو دوستانو: زه نه اديب او نه هم شاعر يم ،مگر دخپل هيواد له شاعرانو او اديبانو سره زياته علاقه لرم  ،اوکه رښتياووايم سره لدې چې دهر انسان لپاره دشعرونواو ادبې انځورونو لوستل په تيره بيازموږ دهيواد دپياوړې شاعر جهانې شعرونه چې انسان ته په ورځنيزو چاروکې لورۍ ورکوي حياتي  ارزښت لرې ،خو متأسفانه دمهاجرت ستونځمن  ژونداوپه هيوادکې ناخوالو زماڅخه دشعرونواو ادبې بيلگو دلوستلو لپاره وخت هم اخيستۍ دی  . کله ناکله چې ددنيا ناخوالي ډير زيات زور راباندي راولي دکسټ په مټ دهغوسندرغاړو سندري اورم کوم چې دشاعرانو سره يې علاقه لرم ،په همدې دليل زه دهر شاعر په ځانگړې توگه دگران جهاني پر شعري دنيااو ارزښتونودبحث او ارزونې حق ځانته نه ورکوم  . داليکنه هم تنهاله څوځله شخصي  ليدنو کتنواويادراډيوگانو دادبي پروگراموپه مرسته  چې ماپکښې دښاغلي جهاني شعرونه اورېدلې دي کولاي شم دهغه دعلمي شخصيت اودغه مهال دشعرپه نړۍ کښې دهغه دآدبي اوهنري نبوغ دځليدوپه هکله څو نيمگړي ټکې څرگند کړم . يوځل بيا دعرض  په وړاندي کولوسره هيله کوم چې زماپه دغه پيرزويني او ارزونه کښې ټولې تير وتنې به پخپلو بزرگواريو سره بخښۍ . داچې جهاني په شعر ويلو کښي دکوم سبک ،ميتود او رويش پيروې کوي او دپښتو ژبي دکلاسيکو شاعرانو دکوم شاعر مينت به پرځان منې ددې خبرې سپيناوۍ دآدب څېړنکواو پخپله دجهانې کار دۍ . زه دهغه دشعر دعلاقمند په توگه دومره ويلاي شم چې جهانې دپښتنواو نړۍ دهغو شاعرانو کوم چې ورته انسان ،انسانيت ،دمېني او ميني ، صداقت ،فداکاری ،انساني غروراوملي شهامت فلسفې مفهومونو هر يوه بيل بيل ارزښت درلود، اونه يې هم  دزما سړو او تودو بادونو دهغوي  دپاکو او نسانې ارمانواو غوښتنو وبڼ وچ کړاي شو؛او نه هم  دزراوزوردڅښتنانوسوک  ددغو فرهنگيانوخوله پټه  او قلم مات کړاي شو دبڼ ماليار اوپيروبولم . دجهاني شعري او آدبي پياوړتيا دهغه دژوند همزولي ده، اوهم کيداي  شي تر هغه يي مشره وبولو! که دجهانې ماشوم توب ته نظر واچوودکندهار دخلکو دمعمول سره سم يې دخپلې کورنۍ په هڅونه او دستور دمسجد ملاته دمذهبي  زده کړې دترلاسه کولو لپاره زانو قات کړیدۍ ،خوددينې زده کړې سره يو ځاي يې ښونځي ته دتلو لپاره هم کتابونه په شاپوري تړلې دې .تر کومه ځايه چې کندهار نه يوازي داچې دهيواد  دعلم او معرفت جونگړه اوکه راباندې په قهر نشۍ پلازمينه وه نودسياست  او سياسي پوهي دتبليغ اوترويج لوي مرکزهم و . که دهيواددوتلو پوهانو ،آديبانو ، ليکوالو اوشاعرانواو سياستوالوژوند ليکونه مطالعه کړودابه راته څرگنده شي چې  دزيات شمير دغو شخصيتونو ژوند يوه روښانه دوره دکندهار سره تړاو لري  . باري جهاني هم دکندهار دنوروځوانانو په څير ددغو تاثيراتو څخه په امان کې نشو پاته کېداي ، زلميتوب په وخت کښې يې دوطنپرستومنوره زلمو سره اړېکې پيداشوې ، له نيکه مرغه تر کومه ځايه چې زه خبرلرم تر اوسه هغه دځوانۍ دلومړيو شپو او ورځو ددوستانو، يارانواو نظردخاوندانو سره يارانه  په خپل ټول قوت او محبت ساتې؛ ددغو اړيکوله مخې جهاني دآدبې پراخې نړۍ تر څنگ دسياسي علومودباغ دروازه هم پر خپل مخ پرانيستل چې دجهاني په تفکر او نړۍ ليدکښي  يې لوي تحول او تغيرراوست . که جهانې په لومړيو وختو کښي دنوروشاعرانو شعرونود زده کړې اوپه يادولو سره زياته علاقه درلوده ،خپله يې هم دشعرپه ويلو ورو ورو پيل وکړ . ددې رازنه دده نږدې دوست معصوم هوتک پخپله يوه ليکنه کښي پرده پورته کړې او وايې : ((جهاني ددومره ښې او پياوړې حافظې خاوندوچې محلې سندرغاړوبه دده په مخکښې هغه غزلې نه ويلې کوم چې نوروته به يې ور زده کول نه غوښتل ،ځکه جهانې په يوه وار اورېدوسره هغه حافظې ته سپارلې)) . جهانې په زلميتوب کې شعر ويلو ته شروع وکړه ددغو وطنپالو ځوانانو سره دده اړيکو دهغه شعري لوري ته هم تغير ورکړ ،لومړۍ يې حماسي او بيايي دسياسي شعرونو په ويلو چي موخه يې دبې عدالتيو ،ظلم ،استبداد اوستم بربنډتوب اودهغه په مقابل کښي دخلکو نفرت راپارول و ه مخه کړه ،دجهاني خداي ورکړې استعداد دهغه سره دامرسته وکړه چې دپوهنتون په لومړيو کلنو او دځوانۍ په اولنيو پسرلۍ يو کښي دهيواد دسترو او نامتو علمي او آدبې شخصيتونو پاملرنه يي دځان په لورې راواړول . دجهاني په شعرونو کښي ډيالکټيکې او منطقي فلسفي  تسلسل ،دعينيتونو او حقيقتونودانعکاس  لوړ شکل ورځ په ورځ پياوړۍ کيده ،دجهانې په وجود کښي دغه ټکي ته زموږدهيواد لوړعلمې اوسياسي شخصيتونه متوجه شوې دی اودجهاني په هکله يې پخپلو نظرياتو کښې يادونه کړيده ،زه دلته يوازي د پياوړۍ شاعر رحمت شاه سايل صاحب نظر رايادوم  هغه ليکې :  (( جهاني په خپله شاعرۍ کښي دخپلې خاوري،خپل قام ،خپل ولس دهرزخم  اوهردردقيصه په دومره مؤثره ژبه ،په دومره فني هنر او فنې غيرت راځاي کړی چې په بيا بيا لوستلو يې سړۍ نه مړېږې ،دغه درداو دغه غيرت هرځل دسړې داوښکو دتويدو او اوښکو دټينگېدو سبب گرځې )). رښتياهم جهاني په خپلو شعرونو کښي په بشري ټولنه کې دټولو اقتصادي ،سياسي ،فرهنگې اودوديظو سنتي ناخوالو څخه سر ټکولۍ ، هغه کسان چې دانسانانود بشرې ځواک او پاکو احساساتو څخه يې ناوړه استفاده او گټه اخيستنه تر سره کړېده په لوړ همت او علمي جرات دشعرپه ژبه غندلي دي ،همدا دليل دۍ چې په افغاني ټولنه کښې باري  جهاني د ياغې او باغې شاعر  په نوم شهرت لرې . خو داياغيتوب او بغاوت  هغه ادبي ښکلاده چې جهاني  ته يې دنوروشاعرانو په پرتله په ټولنه او فرهنگي نړۍ کښې بيل  او اوچت ځاي ورپه برخه کړيدۍ ،په شعرې انځورونو کښې دده داياغيتوب دهغه وشعرونوته يوځانگړۍ کيفيت ، خوند اوځلا وربخښلې  ده . دجهاني يوله لويو ابتکارواو نوښتنو څخه دادۍ چې هغه توانيدلۍ دټولني ټولو اړخونوته دشعر په ژبه په عيني او حقيقي بڼه  انعکاس ورکړ ې اوله شاعرانه زاويې څخه يې هرې پديدې  ته داسي کتلې دې چي دنوروشاعرانو په ليدو کښې يې مثال نه ليدل کيږې،ځکه نو په تاکيد سره ويلاي شم چې دهغه په شعرونو کښي دهغه  دپراخ علمي نړۍ ليدفکري او هنري ځانگړتياوې له ورايه ښکاري . کله چې جهاني دکابل پوهنتون دادبياتو دفاکولتي نه فارغ شو په کار يې پيل وکړ نودهغه شعري اوفکرې استعدادهم ځوانۍ په لور يو په بل پسې آهسته ولې کوټلې گامونه اوچتول ،جهاني لادشهرت د زينوپر لومړنيو پټو پښه اېښودل چې دهغه  پر هيواداو اميدونو په جونگړه داسي ناورين نازل شوکوم چې هغه يي د دخپلو ټولوهوسونواو ارمانونود مورنۍ غيږ يعني وطن پرېښودلو ته مجبورکړ . جهاني هم ديو شمير نورو کسانو په څير وطن پرېښود خوله وطن سره مينه او دوطن په هکله سوچونودهغه په مغذو کښې ليوني ټوپونه وهل ،له وطن او افغان ولس سره علاقې دباري جهانې شعرونوته نوی رنگ ورکړ  . پر افغانستان باندي دشوروي تر يرغل وروسته هغه پخپلو شعرونو کښي افغان زلمې دپردو سره جگړې او دهيواد دسياسي خپلواکې دساتلو په لار کښي قربانيو ته هڅول . زموږ دهيواد نامتو ليکوال اوسياست پوه ارواښاد عبدالرحمن پژواک دجهاني په هکله  ليکې : (( عبدالباري جهاني يو استعداد دی چې که چېرې زموږ د غه  اسير محيط د قيد او بند څخه آزاد پاتې شي خپل رازونه به د سپېڅلو پيامونو د شعرونو په څېر جهانيانو ته ورسوي .)) تر هغه وخته چې دشوروې دسرولښکروپر خلاف مقاومت روان و ،جهانې پخپلو اشعارو او آدبي هستونو کښي دافغان ولس مقاومت ،فداکارۍ اوبرياو ې  انځورولې ؛دکوزي پښتونخوايو شاعر درويش دورانۍ دجهاني ددغه زمان دشعرونوپه اړوندليکې  : (( د جهاني په شاعرۍ کې د وينو او زخمونو دا کوم عکس چې ښکاري د هغه وجه دا ده چې دی له وينې وينې او زخم زخم حالاتو سره مخامخ دی ،کنې په ځوانۍ کې يې ډېر مست او له غورځنګونه ډک نظمونه ليکلي دي)) . دعيني واقيعتونواو انکارنه منونکوبيلگوپر اساس ويلاي شو پدغه جگړه کې دپاکستان موقف داسي و چې بايد دجهاني په څير  روڼ اندې ،او آزدخياله کسان چې نه  يې پر ځان او نه هم پر بل افغان دپردو مينت منلاي شو د پاکستان  لوي هيوادهم ورباندې تنگېده، پرجهاني هم دا ارت جهان حلقه شو.دخپل عالي استعدادپه برکت له اوو غرو او اوو دريابونه ها خوا ولاړ .  په امريکا ږغ راډيو کې دکاردپيل  په دوران کښي له افغانستان څخه دشوروي دلښکروتر وتلو وروسته دجهاني شعرونوهغه  بل رنگ واخيست ؛که دجهاني دځوانۍ دمستواوزړه راکښونکوعشقي شعرونوځاي ملي او حماسې شعرونو ونېوه اوپدغه دوره کښي يې يوازي دآزادۍ پيغلي ته شعرونه ويل ،په وطن کښي دپردوپلاس بل شوي او دسوځونکولمبونه يي دفريادچيغي تر عرشه رسېدلې ،دقهر اوغظب نه ډک اواز ازانگو يې دجگړې داور دبلونکودماڼيومنارې ښورولې ، ددښمن تر ماتي او مختورۍ وروسته ،دکورنۍ جگړې ، هغه جگړې چي اوربلونکو يې په پاکستان ، ايران او عربي هيوادو کښي دهيواد دابادۍ او افغان ولس ته خدمت دروغجني وعدي ورکولې ، ددولتي چوکيو او واک پر سر دکابل دښکلې ښار په اورکې دسوځولولوگيواو افغاني پيغلو،ميندواو ماشومانوسره دجنگسالارواو تنظيم واکانووحشيانه اعمالو دجهاني قهراو غضب نورهم دخپل دهغوي په مقابل کښي راوپاراوه ،دجهاني داډول دقهر او نفرت له روحې نه ډک غبر گون دهغه په ورستيو شعرونو کښي له ورايه څرگند ښکاري .دجهاني شعري استعداد او توانمندې هم دځوانې له غروره او هم دوطن پرسردجگړې له بل شوې اورله تودواو سوځونکولمبواو تورودربيلواو قدرت دتږوله وحشي گريونه داسي پياوړۍ او پخه راووته  چې اوس يې سارۍ نه ليدل کيږې .که څه هم  دجگړي په اراميدو او ختميدو سره جهاني دقهر او غظب له نيلې راکښته شويدۍ ولي دشعر مسير يې چې دانسان  مقام ته درناوۍ اودهغه غوښتني او پوښتني انعکاس دی کوم تغير ندۍ خوړلۍ په يقين سره ويلاي شم  چې اوس دهغه شعرونه دڅو بعدې کيفيت او ماهيت درلودونکې او دخاصو ادبې نازک خياليوبهترينې  بيلگي دې . له نيکه مرغه په هيواد کښي تر ټولو ناخوالوجهاني ځوان راووت ،که دده  شعري بيلگي انسان مطالعه او يا واوري نو فکر کوي چې دا شاعر په همدغو شپو او ورځو کښي عاشق شويدۍ ،داسي عاشق چي بې پروا معشوقې هغه مجبور کړۍ چې ميخانو ته فنا يوسي ،يادټولي نړۍ څخه خفه او مايوسه شي ؛ خوبل ځاي بيا ځان دنړۍ خوشبخته او بريالۍ انځوروې . جهاني کوښښ کړۍ نړۍ داسي انځور کړې کومه چې خداي پيداکړې او څه ورباندي تيرېږې .جهاني دخپل شعري او ادبي انځورگريودلاري کړنلاره داسي تنظيم کړې چي په  هيچاپورې يې د تړاوبيلگې څوک نشي ښکاره کولاي ؛هغه خپل نظر او اندونه دافغانانوواو هيوادسره مينه اودهغه په برخه ليک کښي ځان شريک گڼل يي هيڅ وخت نه دۍ پټ کړۍ،هغه په رښتيادهيواد،دهغه دتاريخي عظمتونو ،لوړو شخصيتونواو افغان ولس سره مينه لرې ،ددغې ليونۍ ميني يوه وړوکې بيلگه يي هغه شعر دۍ چې وايي :      کندهار مي دباباپه قباله دی                  که پنجشيردی که واخان دي وطن زمادی هره لويشت مې دنيکه او باباگوردی       پر هر گام باندي لهد او کفن زمادی لاندي دهمدغه شعر په بله دوبيتي کښي وايي : که تاجک دی که ازبک دي يو افغان دی      ددې خاوري هزاره ترکمن زمادی جهاني په خپلو شعري او ادبي ليکنو کښي هيوادوال دخپل پلارنې ټاټوبې جوړولو ،سولې ،ملې يووالي  ،ورورگلوۍ ،اوځوان نسل دپوهي او معرفت ترلاسه کولو ته رابولي  .  دجهاني دا ټوله شاعري د خپلې خاورې ، هېواد او ټولنې سره د شاعر د کوټلې او غښتلې  تړون څرګندونه کوي ،د ده شعرونه د احساس بڅري دي ،د ده جذبې دانساني وجدان پلوشې دي ، جهاني يو ملي منلۍ شاعر دی ،د خپلي ټولنې د تاريخي ،ثقافتي رواياتو، غوښتنو او احساساتو په رموز ډير ښه پوهيږې .                                                                                                                   په امريکا کښي دژوند شرايطو جهاني ته دا وخت او امکانات پلاس ورکړه چې اوس هغه داوسنی پښتو دفرهنگي چاپيريال يو منلۍ او غښتلۍاستازۍ گنل کيږي ؛                                                                                                                                            اوس دجهاني دشعرونو منځپانگه له پخوانيو سره دپوخوالې،ادبې نازکخيالیو اوهنريزو ارزښتونو له درکه زيات او څرگند توپير لري ،دومره غنې شوې ده چې که اوس د هغه شعرونه په کيفي لحاظ دپښتو ژبي  د پخوانيو سترواو منلو لو شاعرانو له جملي نه دهريوه شاعر جوگه  وبولوفکر کوم  مبالغه به مو نه وي کړې . زماداوږ دبيان پدي مفهوم نه بايدوانگيرل شي  چې ښاغلي جهاني د عشقي شعروڅخه اوس مخ اړولۍ ، نه داسې نده ،دجهاني فکري جوړښت داسي راجوړ شويدۍ چې که سپينږرۍ هم شي  هغه  حه چې په جهان کښي دانسان لپاره پيدا دي  په شاعرانه رندانه سترگورې اودشعر په ژبه دهغودخوندونواويابې خونديو داستانونه ليکلي دې .  فکر نه کوم چې جهاني دي کوم وخت د مناجات اوخرابات څخه مخ واړوې . هغه پخپل يوه شعرکښې ، له مسجده وزې  دليلا په زلفوکي  دښکلي باغ  تر يوې وني لاندي دناز گوتي وهي،دهغې د توروسترگو، اوږدو زلفو باريکو سرو شونډودښکلا په صفتونو کښې غرق وې ، دميخانودر وازې ټکوې ،دشرابو پيالې کړنگوې  اود ساقي خمارو سترگوته په شعر کې شعر ليکې ،؛ ددې له وحشتونو نه ډکي نړۍ عجيب اوغريب حيرانوونکې انځورونوکوې، دژوند ټول داستان په پېيلو،ښکلواو کله کله زړه بوږنونکوجملو شاعرانه ولولواو سپېڅلو احساساتوکې داسي  انځوره وې چې دزمانې فيلسوف هم ځينې وختونه دهغوله تعبيرنه عاجزپاتيږې . درنو فرهنگيانواو فرهنگپالو! پر دغه ټکې کاملأ ايمان  او پوره باورلرم کله چې دجهاني په ژوند او دهغه په مخ کښې  دهغه  دشعرې ،ژورناليستيکې اوادبې چوپړ په اړوندارزونې او پيرزوينی تر سره کيږې ،نه يوازي داچې د جهاني څخه به دغرور په کوڅه کښي لاره ورکه شي  بلکه  لازيات به هغه نورهم خپلو ملې ،آدبې او فرهنگې مسؤليتونو ته متوجه کړې . دا هر چاته څرگنده ده چې جهاني دبشري ټولني د قدرت دخاندانواوهغوچي دولسونو دغولولو لپاره يې دهغوي  له پاکو عقايدواو احساساتو څخه ناوړه استفاده کړېده  هيڅکله هم دتسليمۍ سرنه دۍ ټيټ کړۍ ، ولې دهر زورېدلې او کړېدلي انسان دژوندلاروی دۍ،هغه په يوه شعر کې خپل انساني غرور داسي څرگندوي  :                  خالق مي ککرۍ سجدې ته نه ده پيداکړې             تنديه ماتوم دي لگومه خودي نه زموږ دپښتنې آدب تل پاتي آثار هم هماغه دي چې دخپلواکۍ،سرښندنې ،ملي غرور،وطندوستۍ،دياغيتوب او سپېڅل تيا الهام ورسره مل او پکښې نغښتۍ وي . باري جهاني نه يوازي دشعر په دنياکې دسيال ملاورماتوې بلکې په ژورناليزم  ،ژباړنو،څېړنو  ،ارزونو ،علمي او ادبې  انځورونو کښي  هم تر خپلو همزولوشاته نه دۍ  پاته شوۍ . دهغه نوي او ورځ په ورځ غښتلې  شعري او آدبي  انځورونه او ژباړنې  زماددې ادعا روښانه بيلگې دې . جهاني يوله هغو شاعرانو څخه دۍ چې دشعر دليکلو ترڅنک کره کتونکۍ ،څېړونکې ،دتاريخي اثارو ليکوال او دآدبې اثارو انځورونکۍ  دۍ ،هغه وکولاي شوه په پښتو ژبه کښي  تر (( 200)) زيات متلونه په شعرې ژبه راواړوې ، جهاني له فارسي او انگليسي ژبو څخه دوتلو شاعرانو شعرونه او آدبې ټوټې پښتو ژبي ته را ژباړلي دې ،دغه ډول ژباړني په واقيعت کښي دپښتو ژبي دپراختيااو پرمختگ سره لويه مرسته کوې ،دايوتريخ حقيقت دادۍ چي تر اوسه پورې په پراخه پيمانه پښتو ژبي ته دنړۍ دنوروژبودپوهانو ،ليکوالو او شاعرانو هستوني ،ليکنې او علمي اثارندي ژباړل شوې ،دغه  ملي حق چي زموږ مورنۍ ژبه يي پر موږ لري متاسفانه موږ نه دۍ ادأ کړۍ ،خو دجهاني يې کور ودان دشعرپه برخه کښي اوس هغه زيات تلاښ کوي چې دا تشه ډکه او دژبي دغه حق پر ځاي کړې . دپښتو ژبي  شعر دتاريخ په مختلفو دوروکښي دزمانې  دډيرو کږليچونو او پيچومو څخه دتکامل په لور تر تيرېدو وروسته ،په هيواد کې د ورستيو څولسيزودپېښوتاثيراتو دشاعرانو پرطرز تفکر اونړۍ ليدباندي ډير مثبت او ټاکونکې اثرو ښندلی، دپښتوژبي  شعرنور هم  په فلسفي او اجتماعي لحاظ تر پخواډير پر مختللۍ او دزمان دغوښتنوسره برابرشويدۍ . زما په عقيده جهاني  دپښتو ژبې يو له هغو سرغندويه  او پيش قدمو شاعرانو څخه دۍ کوم چې دشعرو دغه عمودي حرکت ته لورۍ ورکوې  . دجهاني په هکله زماسر ه پدغه خبره کښي زموږ دهيواد پېژندل شوۍ ليکوال اوڅېړونکۍ ښاغلې ډاکتر اکرم عثمان هم  ملگرۍ دی ، هغه وايي : (( . . . جهاني بيگمان در بيشتر اشعارش ، مضامين ومسائيلي  را مطر ح کرده که بازتاب لطيف ،بديع وهنرمندانۀ رويدادهاي زمانش بوده وتمام  ابعادشعر تغزلي واجتماعي زبان پشتورا پرپهناتر وگسترده تر کرده است . درواقع باري جهاني نمايند ۀ مستقيم آلام،سوالها،دردهاوداغهاي مردم ماست  ومې زېبدکه ما اوراقافله سالاروطلايه دار اين نهضت ادبې بدانيم وبه خودش مباهات کنيم .)) ښاغلۍجهانې !زه اويابل هر څوک تاسو دشخص په توگه دومره زيات نه نازوي بلکې  پرتاسو دهغه عاطفي لورېينې او پيرزوينې يادونه او ارزونه کوې کوم چې تايې هم په روزنه کښې برخه اخيستې ده ،اوخپل دغه ستعداد اوتوان  مو تل دافغان ولس اوپښتوژبې دفرهنگي غنا او غښتلتيا لپاره  دکوټلو گامونو په پورته کولوسره پکار اچولی دۍ  . زما په گومان  زموږ هېواد نن وي كه سبا بالاخره دافغان ولس دملي ځواک،اوپرځاي د معقول سياسي او ډيپلوماتيک غبرگون  او هوښيارۍ  په برکت  به دغه د لېرو او نږدې هېوادونوديواوبل ډول  کرغيړنې غلامۍ له  حالته  وتونكى دى ،داچې موږ به ملي ټولنه، ملي واك او زعامت  ولرو، ځواك او واك به مو پخپل لاس کښي وې دداسې يوې ملي هيلي په زړه كښې پاللواوپه ټولنه کې دهغې دپلي کولو لپاره د پښتوژبې دقوي او غښتلو شاعرانواو ليکوالوارزښت او مقام له نظر غورځول دځان او ملت غولونه بولم ،اودغه انساني ،ملي موخي ته رسېدل ناشوني راته ښکارې  .                                     ستاسو دغه سپېڅلي ، شريفانه  علمي او ادبي  او فرهنگي هلي ځلي دډېري ستايني وړ دي او افغان ولس به يې هيري نکړې .  تاسو ته دي خداي نور هم وس درکړي چې ستاسواو ستاسو پشان نوروپوهانو،فرهنگيانو او له وطن ته صادقو روڼ اندو په زيار او هاند  سره د افغان ولس ادبې جونگړه لانوره هم ښکلې او رنگينه سي   .                پدې هيله چې دعمر او ارمانو ونه موتر هغه زرغونه وې څومره چې يې تاسوغواړۍ؛                قلم مودومره غښتلۍ غواړم چې په ليکلونه ستړۍ اونه يې کله هم رنگ خلاص نشي .  هغه لاس دې مات اوژبي دې په حلق کې پرې شي کوم چي ستاسو پشان افغانو ميړنيودقلم دماتېدواو توهين تکل کوي   .   تل همداشان سرکښه ،خوله ور،دانساني ميني ،ملي او افغاني غرور څښتن اوسۍ حبيب الله غمخور - سويډن ", جهاني پر استعداداوهمت مو برکت ! 1936,,"   تیره ورځ ژور بحثونه دنوې کابینې په اړه روان ول او داسې ښکاري چې بدلون پکې راتلونکی دی. لا تر اوسه کوم رسمي لوري پدې اړه څه ندي ویلي ولې دځینو هغو کسانو په وینا چې په دولت کې کار کوي وایي نوې کابینه پرقومي جوړښت ولاړه ده. پدې ترتیب پښتنو ته ٩ وزارتونه دفاع، دکلیو پراختیا وزرات، مالیه، مخابرات، ښار جوړولو، عامې روغتیا، پوهنه، مخدره موادو سره دمبارزې وزارت او دکار او ټولنیزو چارو وزارتونه ورکړل شوي. طاجکو ته ٧ وزارتونه چې پکې کورنیو چارو وزارت او بهرنیو چارو وزارتونه شامل دي درې وزارتونه ازبکو ، ٥ وزارتونه هزاره گانو او دسرحداتو وزارت بلوچو ته سپارل شوي. داهم ویل کیږي چې دامهال دولسمشر سلاکار ډاکټر رنگین اسپنتا دبهرنیو چارو وزیر شي او ډاکټر عبدالله د سوداگرۍ وزیر وټاکل شي. دپوهنې وزیر ښایي حنیف اتمر وي او دکلیو پراختیا وزرات ددغه وزارت کوم مرستیال ته ورکړای شي. ",په کابینه کې بدلون راغلی. 1937,," ", 1938,ډاکڼر طارق رشاد / کندهار,"   ډاکڼر طارق رشاد / کندهار زموږ رښتينو افغانانو او يالږ تر لږه د رښتينو موثرو افغاني کړيو او روڼ اندو دنده ده چي د اوسنيو حالاتو او تاريخي شېبو خطر او حساسيت درك او د ولس ترمنځ د قبيله پالني( Tribalism) ، قوم پالني ( Ethnics) اوسيمه ايزو گټو پرځاى هيواد پالني ( Patriotism) او ملت پالني تفکر ته وده ورکړو او په دې لاره کي ولس ته خپل ملي ارزښتونه ور وپېژنو او دهغو د ملاتړ له پاره يې وهڅوو ، څو دملي ټولني اوملي يووالي پر لور ګام واخلو نه د ملي افتراق او ملي بېلتانه پر لور ، چي زموږ دغه ملي ارزښتونه په لاندي ډول دي : ملي هويت ملي ګټي ملي واکمني سياسي خپلواکي مځکنۍ بشپړتيا ملي رسمي ژبه ملي سرود ملي سمبول ملي بيرغ ملي يووالي ملي کلتور ملي تاريخ ملي وياړونه ملي امن دولتي نظام اساسي قانون او لکه څنګه چي هر دولت پر درو ستنو ولاړ دى ، لکه : هيواد ، ولس او واکمني او اساسي قانون بيا دملي ژوند دبنسټيز سند يا ملي وثيقې او يا هم ديوه هيواد د ولس او واکمنۍ تر منځ دعمل ، ضوابطو او اړيکو ديوې حقوقي تدوين  سوي ټولګي  او ملي ارزښت په توګه دغه ټول ملي ارزښتونه  تسجيلوي ، چي منل او پلي کول يې دټول ولس او چارواکو له پاره يو وجيبه ګڼل کېږي او دغه تسجيل سوي ملي ارزښتونه دي چي موږ د يووالي لور ته بيايي او زموږ په ملي سياسي کلتور بدلېږي ، نه پر قومونو اوسيمو باندي د وېشل کېدو اوپاشل کېدو پر لور ، ځکه دا وېشل او پاشل دنورو دگټو سره تړاو لري نه زموږ دملي گټو سره بله د ارزښت وړ خبره دا ده چي ولس ، ملي ګټي تشخيص اوتفکيک کړي او هغه له فردي ، ګوندي ، تنظيمي ، قومي او سيمه ايزو ګټو او پخوانيو زړو آزمويل سوو او تنګو سياسي او ايډيالوژيکي معيارونو څخه لوړي وګڼي اودملت جوړوني په بهير کي چي يوه تاريخي او تدريجي عمليه ده او سياسي، اقتصادي ، ټولنيزه او کلتوري وده په هغه کي څرګند رول لري ونډه واخلي . متمدن ملتونه هم چي دبېلابېلو نژادونو څخه جوړ سوي دي يو شمېر ملي ارزښتونه او ملي هويت چي په اساسي قانون کي هم تسجيل سوي وي مني او فرد چي ځان دټولني غړى گڼي په هغه کي جزبېږي او د ( Assimilation ) عمليه تر سره کېږي . بل دقومونو تر منځ Integration  يا ( د وړو دغټو سره دهغو دشمېر پر انډول ) امتزاج دى چي ډېره بنسټيزه ، تاريخي او تدريجي عمليه  ده . خو په افغانستان کي له درو ليسزو جګړو ، ملي افتراق او بېلتونپالني ورورسته دملت جوړوني عمليه په اوسني وخت کي په دې اړينه برېښي چي له يوې خوا له دباندي څخه د Globalization  يا نړيوال ادغام له ګواښه سره او له بلي خوا په دننه کي دسيمه ايزو او پر قومي کرکو ولاړو واکمنو او پارلمان ته دهغو لاره پيدا کېدل او د Decentralization  يا له مرکز څخه د فرار له ګواښ سره مخامخ ده او د دغه تفکر پلويان د يووالي پر ځاى پر وېشنه او Denomination  عقيده لري ځکه د دوى او د دوى دملاتړو ګټي په ملي بېلوالي کي دي . نو د دې له پاره چي په ګران هيواد افغانستان کي د رښتينو افغانانو په توګه د کورنيو جګړو او د ګاونډيو هيوادونو او پرديو د لاسوهنو مخه ونيسو او دشخړو د دايمي حل له پاره بنسټيزه لاره پيدا کړو ، لازمه ده پر ملي يووالي ټينګار او دملت جوړوني په عمليه کي فعاله ونډه واخلو ، په ملي – سياسي او ټولنيزو – کلتوري چارو او دملي ارزښتونو په دفاع کي هيڅ ډول معامله ونه منو ، پر خپل ملي دريځ ټينګار وکړو او په کړونو کي رښتيني و اوسو.     ",ملت جوړونه په يووالي کي ده نه په بېلوالي کي 1939, ګل آغا احمدي وردك,"   ګل آغا احمدي وردك نوى كال د هغه لوى زمانې بدلون په نتيجه كې خپل سر راپورته كوي چې ستر خاوند د نړۍ په ورځو باندې ميلمه كړى او د خپلو طبيعي ښكلاوو سره يو ځاى د انسانانو د ژوند مېنو ته تشريف راوړي. نوى كال نوې د ژوند هيلې له ځانه سره لري، نوي آرمانونه راسپړي، د نوو ښايستونو سره سره سودا كوي او د ژوند د هر اړخيزو بدلونونو پيلامه ګرزي. په نوي كال كې د ستر څښتن(ج) په اجازه د زماني جدول هغه نيټه اوړي چې بل وخت يې هيڅ قوت او ځواك د بدلولو وړتيا نه لري. نوى كال د داسې يوه جادوګر په څير دى چې خپل نوى پسرلى له خوبه را پاڅوي چې د هر زيروح او موجودو كائناتو لپاره داسې نوي پيغامونه پخپله لمنه كې راوړي وي چې له ډيرې مستۍ د په عطرو په اوبو لانده خيشته وي. نوى جادوګر په نړۍ باندې داسې شال غوړوي چې د هر چا او هر څه لپاره يې د بيلو بيلو رنګونو پريمانه ډالۍ په خپلو پيڅكو كې پيلې وي. نوى كال په ډير عجز سره د ستر خاوند (ج) دربار ته د زاريو ځولۍ نيولې او په ډير ادب سره د غرونو او رغونو غيږو ته د شيبو شيبو بارانونو د اورښت د ميلمه پالۍ غوښتنه كوي څو پخپلو پستو څاڅكو د ځمكې د ټولو ويدو ډكو ريښې و تخڼوي، د ښكلاوو نړۍ ته يې تر لاس و نيسي او له سرونو يې د ښايست پګړۍ تاو كړي. غواړي چې ونې، بوټي او د ځمكې د سر هر ډكى و كولاى شي د مينې په هغه نڅا ورګډ شي چې د ښكلاوو خاوند د يوه نرم او پاسته نسيم په وسيله په ګډا راوستلي او د طراوت عطر لور په لوري شيندي. نوى كال د هغو واورو په سپين مخ د خپل ښكلي او زړه وړونكي لمر چادر غوړوي چې د ځمكې او آسمانونو ستر خاوند د خپلې ځانګړې مهربانۍ په بنسټ پر ځمكه باندې د ژمې په موسم كې اورولې وي. لمر د واورو سره د محبت په داسې يوه ژور راز بوخت شي چې له ډيرې مينې نور نو څوك په دې نه پوهيږي چې واورې څنګه تر لمر غيږه تاو كړه خو سړي ته يوازې دومر اجازه وركوي چې د سپينو اوبو په ليدلو خپلې سترګې يخې كړي؟ نوى كال په ډيره مينه او ځانګړي احتياط د خپل پاسته لمر په پيڅكو داسې كې سپينه واوره داسې ويلې كوي چې اوبه يې د ځمكې زړه ته د محبت په زينو ښكته كيږي څو د ښكلا په هغه سيالۍ كې ونډه واخلي چې ښكلې چينې يې د غرونو او رغونو په لمنو كې د ځمكې مخ ته راوباسي. نوى كال د خپل لومړي ګام سره يو ځاى داسې خوږه، نرمه او عطري وږمه د انسانانو د جونګړو په سر زمزمه كوي چې له خوښۍ، طراوت او تازګۍ پرته يې نور څه ته په خپلو څپو كې ځاى نه وي وركړى. د طراوت څپې په هغه سمسوره نړۍ باندې د خپل ښايست منګولې نښلوي چې يوازې او يوازې د ښكلا لپاره ځانګړې شوې ده. تازه نسيم د ښكلاوو دنړۍ له هر بوټي، ونې او څانګې سره داسې ځانګړى راز كوي چې نو مه يې كړه پوښتنه. نوى كال د ونو په څانګو كې داسې رنګارنګ ګلونه ټومبي چې د زړونو ګوربت په ډيره مينه او ليوالتيا د خپلې ښكلا د ليدلو لپاره وربولي. د شګوفې زړه وړونكي او ځوانيمرګ ګلان داسې رنګين، نازك او نوي كالي اغوندي چې انسان يې له درك كولو عاجز دى. نوى كال د ځمكې پر مخ داسې زرغون بخمل غوړوي چې له ببر پت څخه بې شميره ښكلاوو هر ژوندي زيروح ته د خوښۍ، تازګۍ او سمسورتيا پيغامونه په داسې توګه ايميل كوي چې انسانان يې له ليدلو څخه د محبت ځانګړى خوند اخلي، ژويو خو داسې زړونه پرې بايللي وي چې سمدلاسه يې په ښكلولو پيل كوي او داسې خولې پرې لګوي چې په هره ګوله كې د بې شميره ډكو سرونه پرې او ژر ژر ې ګړوت كوي. د بخملي فرش په منځ كې بيا د ستر خاوند په ځانګړي او حيرت لرونكي حكمت د ګلونو د كروندې داسې يوه عجيبه نقشه پلې شوې وي ته به وايې چې هر لاله دې په ځانګړي مهارت او مينې د نازكو ګوتو په وسيله پكې څوخ كړى دى. نوى كال د خپلو خوځيدو سره سم د لومړي ځل لپاره د هغو بې شميره تنكيو ځوانانو پر مخ د پوهې دروازې پرانيزي چې د كال دې ورځې ته يې ټول ژمى انتظار ويستلى او په ډيره مينه يې د نوي كال د ښوونې د بهير لپاره تياري نيولې او د خپلو كتابونو پاڼې يې د محبت په ليدلو ښايسته كړې دي. نوى كال هر څوك د خپلو دعاوو په ځولى كې په ځانګړې ځانګړې توګه نمانځي او د ښايستونو مالك ته زموږ دعجز او زاريو دعا په دې ډول پيل كيږي: لويه خدايه! زموږ نوى كال د خپل هيواد افغانستان او د هغه د ټولو خلكو لپاره د نيكمرغۍ ، امن ،سكون، يووالي او ورورګلوۍ په داسې تازه او عملي ولولو ښكلى كړې چې نور نو زموږ په ټپي جونګړه د يوه انسان وينه هم و نه بهيږي. لويه خدايه! د دې هيواد هر بچي ته د خپلې ټپې جونګړې د بيا رغونې داسې لوړ همت وركړې چې رغوونكې بڼه ولري او داسې هر اړخيزه ښكلا ورسره مل وي چې اخلاص، ورورګلوۍ ښه نيت او هڅاند ګامونه يې په هره څنډه كې ټوپونه وهي. لويه خدايه! زموږ دغه ښكلى، تاريخي او ځوريدلى هيواد د خپلو ټولو بچيانو سره يو ځاى نور نو د پرديو د هر ډول دسيسو، توطيئو او ورانكارو اعمالو څخه په امان كړي. الهي ته زموږ هيواد نور نو د خپلې مهربانۍ په ځانګړي موټي كې وساتې او هر يرغلګر ته ستا له لوري د عبرت داسې درس وركړې چې نور نو د مظلومانو د وينو د تويولو توان له لاسه وركړي او پخپله جزا ورسيږي. لويه خدايه موږ د خپل هيواد ښكلا، د خپلو خلكو د ژوند سمون، د خپلې خاورې سمسورتيا ، د هيواد د هراړخيزو ارزښتونو بيارغونې، د خپلې پوهنيزې ودې او پوهنيزو موسساتو بيا رغولو، د خپل اسلامي او انساني قانون عملي اعاده كولو ته په خپله مېنه كې سخت تږي يو او ستا له مهربان دربار څخه موږ د خپل ټپي هيواد ټپونو ته داسې درمل غواړو چې د خوښۍ د موسكا ليلا د هر افغان په شونډو و ناڅي. الهي زموږ د هيلو ځولۍ د خپلې خاصې او ځانګړې مهربانۍ له مخې را ډكه او زموږ دخلكو مخه د آبادۍ په لوري برابره كړې. لويه خدايه! زموږ په هيواد باندې د دې تورې او كركجنې وچكالۍ دروازه بنده او زموږ وچ سيندونه ستا د كرم په داسې سپينو اوبو ما لامال كړې چې هره څپه يې د ښيرازۍ ځانګړې سندره وايي او د سيندونو تر مورګو يوه او بله خوا توييږي. لويه خدايه! زموږ د سپيره هيواد غرونه او رغونه د خپل نوي كال په بركت داسې زرغون كړې چې د ښايست رمې يې په څنډو كې د څړ لپاره راوړاندې او د سيمې موجودات يې په ښكلاوو كې داسې راګير وي چې د خپلې خوښې د جانان په انتخاب كې حيران وي. لويه خدايه! دغه د عظمت او ميړانې څخه ډكه خاوره د لعنتي ترياكو، چرسو او هر ډول نشيي توكو څخه داسې پاكه كړې لكه ماشوم چې نوى د مور له ګيډې څخه زيږيدلى وي. الهي د دې هيواد خلكو ته د داسې زرغونو او حلالو ډكو كاروانونه په برخه كړې چې د هر تار ارزښت يې له هغو هيلو څخه په سلهاوو ځله لوړ وي چې د دې هيواد بزګر او ماليار يې په خپلو زړونو كې لري. لويه خدايه! د خپل نوي كال په بركت زموږ خلكو ته د پوهنې او قانوني ژوند د بنسټونو د بيا رغولو داسې يو توفيق په برخه كړې چې د ژوند په هره څانګه كې يې د سپيڅلي ژوند وړانګو خپل مشال لګولى او د علم ډيوې بلې وي. لويه خدايه! خپل ژړا او فرياد د بې شميره هيلو د ځولۍ سره يو ځاى يوازې ستا دربار ته دروړو، موږ له تا پرته بل داسې فرياد رس نه لرو چې غږ مو واوري. الهي ته زموږ د اوښكو څاڅكو، د زاريو كاروان، د عجز غږ او د ژړا سلګيو ته د خپلې ځانګړې مهربانۍ په زيرمو كې ځاى په ځاى او د هغه د مثبت ځواب غبرګون را باندې ميلمه كړي. آمين يا رب العالمين درنو لوستونكيو د نوي كال نوې ورځ مو مبارك شه ",د نوي كال نوې ورځ 1940,,"   ولسمشر کرزي په خپور کړي حکم کې وزارتونو ته امر کړی تر څو نوې کابینه نه وي رامنځته شوې په دولتي اړوندو ادارو کې ټاکنې او مقررۍ بندې دي دغه راز په حکم کې دا هم راغلي چې خریدارۍ دې نه کیږي ",په ادارو کې ټاکنې او مقررۍ بندې دي. 1941,,"  د اوسيدا په هره وړه او غټه سيمه كې به د مخابراتى خدمتونود وړاندې كولو يو مركز جوړ شي. د مخابراتو وزارت په پام كې لري چي په كابل او د هيواد د نورو ښارونو په هره ناحيه كې د مخابراتي خدمتونو د وړاندې كولو يو مركز جوړ كړي. پخوا تر دې به چې چا غوښتل خپل كور يا دفتر ته تيليفون، انترنيت او يا فكس واخلى او يا همدا راز د خپلو تيليفونونو بل تر لاسه كړى، نو د وزارت مقام ته به يې مراجعه كوله، خو وروسته له دې به هر څوك كولاى شي چې د خپلى اوسيدا په سيمه كې دا ډول خدمتونه تر لاسه كړي.  په همدې ترڅ كې نن د ۱۳۸۴ يم لمريز كال د كب د مياشتې پر اته ويشتمه د كابل ښار په خيرخانه مينه كې د مخابراتو وزارت له لوري يو Teleshop تيلى شاپ پرانيستل شو.  دغه تيلى شاپ چې نن د مخابراتو د وزير جلالتمآب اميرزى سنګين او د ماليى وزارت د مرستيال ښاغلى صمدى له لورى پرانيستل شو، د خير خانې مينې اوسېدونكو ته دغه آسانتياوې د دوى د اوسېدا په سيمه كې برابروي:   1. د بى لينه تيليفون او فكس د اخيستو آسانتيا 2. د ديجيتل تيليفون د اخيستلو آسانتيا 3. د Pay Phone تيليفونونو آسانتيا 4. د تيليفونو د بلونو د ويش آسانتيا 5. د چټك انترنيت ويش 6. د ټولګټو تيليفونونو د كريديت كارتونو د تر لاسه كولو آسانتيا  پتيل شوې ده چې په نيژدې ورځو كې د ښار په نورو ناحيو كې هم دا ډول تيلى شاپونه جوړ شي. ",دولایاتو ټولو ناحېو ته مخابراتی مرکزونه جوړیږي 1942,,"   دفلسطین اسلامي گوند حماس چې په ټاکنو کې یې ستر بریالیتوبونه ترلاسه کړي دامهال دحکومت دجوړول لپاره دحماس ټاکل شوي لومړي وزیر اسماعیل هنیه ولسمشر محمود عباس ته تیره ورځ ماښام دکابینې دوزیرانو لست ورکړ حماس به حکومت پخپله جوړوي او دفتح گوند ورسره په حکومت کې شریک نشو. ",حماس محمود عباس ته دکابینې لست ورکړ. 1943,," د سویلي وزیرستان په مرکز واڼه کې د سیمه ییزې راډیو انټن والوزول شو. د انټن د له منځه تلو له امله د راډیو خپرونې په ټپه درېدلې دی. حکومت وایي، په راتلونکو درې څلورو ورځو کې به یې جوړ کړي. د واڼه راډیو سټېشن په وزیري لهجه خپرونې درلودې او تر ۲۰ کیلومټرو یې خپرونې اورېدل کېدې. د راډیو  ودانۍ د واڼه په دولتي چاوڼۍ کې ده. ",د واڼه د ایف اېم راډیو انټن والوزول شو 1944,,"   دامریکې دمتحدو ایالاتو ولسمشر جورج ډبلیو بوش عراق ته دامریکا يي ځواکونو دننوتلو او دصدام حسین درژیم دماتې ددریم تلین دلومړۍ ورځې په اړه وویل چې امریکا په عراق کې خپل ستراتیژک اهداف لري ترڅو چې دا موخې یې لاس ته نوي وروړې نو له عراق به لاس وانخلي. بوش داهم وویل چې ځواکونه به یې تر هغه په عراق کې پاته وي ترڅو عراقي امنیتي ساتونکي امنیت ښه وساتلای شي. ",بوش وايي له عراق به ونه وځي. 1945,,"   زرگونه تنو امریکایانو نن دامریکا دمتحدو ایالاتو په نیو ایرلاینز ایالات کې په لاریون لاس پورې کړ دوی ټولو غوښتل چې له عراق باید امریکایي ځواکونه زر تر زره ووځي داې حال کې ده چې عراق دجگړې دڅلورم کال پیل ته ننوزي. ",دعراق دجگړې په خلاف امریکا کې لاریون 1946,," ", 1947,پوهنمل محمداسماعيل يون," پوهنمل محمداسماعيل يون هسي خو له پېړيو او په تېره بيا له لسګونو كلونو راهيسي پر افغانستان د اېران كلتوري تاثيرات موجود و، خو په كابل كي د اسلامي جمعيت او پر ځينو برخو د وحدت ګوند د نيمواكه واكمنو په بهير كي دا تاثيرات لا پسي جوت او څرګند شول، د اسلامي جمعيت مشر خو په اېران كي د افغانستان او اېران يو ژبي هيوادونه وګڼل. او له اېران څخه يې د زيات فرهنګي او ژبني اغېز شيندني هيله وكړه، د وحدت ګوند بنسټ خو هسي هم په اېران كي اېښودل شوى دى. او له هم هغه ځايه خړوبېدلې، ځكه خو يې تر هرچا زيات ځان د امام خميني د خط پيروان ګڼل او اېران پالنه يې خپله اصلي دنده شمېرله، د اېران فرهنګي، ژبني، مذهبي، اقتصادي او سياسي تاثيرات هغه وخت لا پسي زيات شول چي د طالبانو حكومت د امريكايي پوځونو په لاسو ړنګ او واك يو ځل بيا اسلامي جمعيت، ملي اسلامي جنبش او اسلامي وحدت ګوند، چي دريو واړو ته د اېران مرستو د نوش دارو حيثيت درلود، لاسته ورغلى. لكه څنګه چي د افغان_شوروي په جګړه كي د جګړې دروند زيان شوروي اتحاد او په خپله افغانستان وزغمه، خو امتياز يې نورو هيوادونو په تېره بيا پاكستان واخيست. دغسي د طالبانو د سقوط بار د امريكا متحده ايالاتو او نورو هيوادونو اوچت كړ، خو ګټه پكي تر هرچا زياته اېران وكړه، د اسلامي جمعيت او وحدت ګوند ځواكونه چي كابل ته د طالبانو تر سقوط وروسته سمدستي داخل شوي وو، د حكومت اكثره حساسي، فرهنګي، سياسي، اقتصادي او تخنيكي چوكۍ يې اشغال كړې، آن د هيواد نږدې اكثره بهرني روابط او استازۍ هم د اېران پلوه ډلو تر كنټرول لاندي راغلل. د هيواد په غرب كي داسي اېران پلوه اشخاص يو ځل بيا واكمن شول، چي كلونه_كلونه پرې اېران خپله پانګه لګولې وه، اېران په افغانستان كي د حكومت له دغه حالت نه د خپلي ملي او سياسي ګټو لپاره عظمي ګټه پورته كړه، او په لسګونو ډوله قراردادونه يې له افغاني اړخ سره لاسليك كړل، دا قراردادونه خصوصاً د فرهنګي ((همكارۍ)) قراردادونه داسي وو چي د اېران په ګټه او په مجموع كي د افغانستان په زيان تمامېدلاى شول. اېران تر يو حده د افغانستان په فزيكي او ملي چارو كي دخيل شو چي د اسلامي جمعيت طرحه شوى سرود چي په افغانستان كي اوس په وچ زور د ((ملي سرود)) په نامه غږېږي په اېران كي كمپوز شوى او موزيكال شوى دى. په فارسي ژبه د افغانستان په ملي سرود كي د اېران خاصه لېوالتيا ده، كله چي حامد كرزي ته د كورنيو چارو په وزارت كي د احمدشاه مسعود د لوى عكس تر چتر لاندي د قدرت د انتقال مراسم ترسره كېدل، نو د جمعيت سرود ته د احترام په خاطر ټول ګډونوال پورته كړاى شول، د اېران د بهرنيو چارو وزير هم د دې غونډي يو واكمن مېلمه او يو ويناوال و، ده د خپلو خبرو په ترڅ كي د دې سرود ډېر توصيف وكړ او ويې ويل چي دى يې تر ډېر تاثير لاندي راووست، كله چي حامد كرزي ته واك ولېږدول شو، نو داسي تصور كېده چي د اېران واك او اغېز به د حكومت په دننه كي ورو_ورو راكم شي، نه يوازي داسي و نه شول، بلكي خبره نوره هم بدتره شوه، اېران د خپل اغېز مزي نور هم وغځول، او داسي وخت هم راغئ چي كرزي صيب د شېخ محمدآصف محسني په وړانديز او غوښتنه د كابل د حبيبيې لېسې ته مخامخ يوه ساحه د يو لوى فرهنګي او علمي مركز جوړېدو لپاره د اېران په واك كي وركړه. عجيبه خبره دا ده چي په دې ساحه كي د خوشحال بابا د لېسې ملكيت ياني ليليه هم وه چي كلونه_كلونه ترې افغانانو ګټه پورته كړې، پرته له دې چي د چا ملكيت او حقوقو ته پام وشي او يا هغه معوضه شي دا ملكيت د اېران پلوه ډلو په واك كي وركړل شو، اوس اېران په دې سيمه كي د يو لوى كمپليكس د جوړېدلو لپاره كار بشپړ كړى دى او په نږدې راتلونكي كي به د ګټي اخيستني لپاره تيار شي. دا به په افغانستان كي د شيعه ييزم د پراختيا او د مذهب تر پردې لاندي د اېران د پراختيا غوښتني يو اساسي مركز وي چي هر كال به په سلګونو تنه د مشخصي مذهبي زدكړي تر څنګ د ټاكلي موخي په پام كي نيولو سره د سياسي زدكړي محصلين روزي، دا كار به په افغانستان كي نه يوازي قومي ستونزي راولاړي كړي، بلكي د مذهبونو ترمنځ به د ټكر يوه اساسي وسيله هم شي، د دې پر ځاى چي د مذهبونو ترمنځ تفاهم او پوهاوى رامنځته شي او د اختلاف وړ ټكي په مذاكره او مناظره حل شي، اختلافات به نور هم ژور شي او بيا به ورو_ورو فزيكي ټكر ته لاره اواره كړي، دا نه كنترولېدونكي احتمالي پېښي په داسي حالاتو كي رامنځته كېږي چي د افغانستان په نوي اساسي قانون كي د حنفي مذهب او جعفري مذهب دواړو د رسميت خبره هم په ابهام كي تېره شوې ده. په افغانستان كي د حنفي مذهب ژوري او عصري زدكړي نه شته او كه څه هم دي نو هغه په كليوالو نا رسمي مدرسو كي له دوديزو كلتوري او فتاوي مسايلو سره د امتزاج له مخي ترسره كېږي چي د پاخه منطق ستني نه لري. په هند، پاكستان او ځيني نورو اسلامي هيوادونو كي چي د احنافو مدرسې او پوهنتونونه دي، هغو ټولو ته د سني مذهبه افغان طالبانو لاس رسى نه شته، يوازي د پاكستان د احنافو په مدرسو كي افغان طالبانو ته د زدكړي يو څه نا څه امكانات شته چي هغه هم په منظم او سيستماتيك ډول نه دي او له كوم ځنډ او خنډ پرته يې تر پايه پوري څوك نه شي تعقيبولاى. د افغانانو لپاره د پاكستان په ديني مدرسو كي يوه بله ستونزه هم شته او هغه دا چي هلته مذهبي زدكړي څه نا څه د داسي سياسي اغېزو تر سيوري لاندي دي چي همېشه يې د افغانستان ملي ګټي زيانمني كړي دي. نو كه هلته څوك مذهبي زدكړي ترسره هم كړي له سياسي پلوه د افغانستان د ملي ګټو د زيان په بيه تمامېږي. بله خوا چي چا د اېران په ديني مدارسو كي زدكړي كړي هغه د شيعه ييزم تر څنګ د اېران پالني روحيه هم پالي. اوس چي د اېران سياسي لاسونه د هيواد تر زړه (كابال) پوري غځېدلي نو په افغانستان كي د اېران پالني او اېران خوښوني روحيه نوره هم پياوړې كېږي. د اېران د سياسي مذهبي اغېز ترڅنګ د هغوى بله اساسي جبهه هماغه ژبنۍ او فرهنګي هغه ده چي د اوسني حكومت په دننه كي د واكمنو فرهنګي او سياسي چارواكو په ملګرتيا پر مخ بېول كېږي، ځيني ازادي ملت ضد خپروني چي له بهرنيو سرچينو څخه خړوبېږي هم په دې بهير كي د اېران پالني  روحيه تعقيبوي. د اېران په لمسه په خپله د دولتي او نا دولتي خپرونو له خوا د افغانستان پر دوديزي ملي ترمينالوژۍ (اصلاحاتو) څرګند يرغل خپله د افغانستان د اساسي قانون سره ډاګيز مخالفت دى. كله چي څوك د افغانستان دولتي ټلوېزون، افغان ټلوېزون، طلوع او آيينه ټلوېزون ګوري نو د گڼو اېراني اصطلاحاتو په كارولو سره فكر كوي چي دا د اېران محلي ټلوېزوني چينلونه دي. عجيبه ده داسي شپه هم راغلې چي له دې يادو څلورو ټلوېزوني خپرونو څخه يو وخت څلور بېلا بېل اېراني فلمونه خپاره شوي، نو هلته له خلكو سره دا پوښتنه پيدا كېدله چي دا ټلوېزونونه لكه چي اېرانيانو ټېكه كړي كه څنګه؟ د افغانستان د اطلاعات او كلتور وزارت خو له خپل نامه څخه نيولې بيا د خپلو امكاناتو تر زياته بريده په خپل قدرت د اېران پالني په چوپړ كي دى او د دې وزارت وزير ښاغلي سيد مخدوم رهين خو آن د افغانستان له ملي ترمينالوژۍ څخه هم منكر دى او ويل يې: ((موږ اصلاً ملي ترمينالوژي نه لرو)). اېران په داسي حال كي چي په افغانستان كي د كلتوري، مذهبي او سياسي يرغلونو له لاري زياتي برياوي ترلاسه كړي، په اقتصادي برخه كي هم تر هر چا دمخه دى. افغانستان د اېراني شيانو، نفتو او نورو توليداتو لپاره تر ټولو ښه ماركېټ دى. او په دې برخه كي نږدې دى چي له پاكستان او چين څخه د افغانستان اقتصادي بازار خپل كړي. اېران نه يوازي د پاكستان په انډول د نسبتاً ښو شيانو د توليد له لاري د افغاني بازارونو د را خپلولو په حال كي دى. بلكي د حكومت په داخل كي د سياسي نفوذ له لاري يې هم د دې زمينه ځان ته برابره كړې چي ډېر اقتصادي قراردادونه د ځان په ګټه را خپل كړي. هوټلونه جوړ كړي، هوايي شركتونه پرانيزي او د لوړ پوړو ودانيو د جوړولو قراردادونه وكړي. اېران په مجموعي ډول په افغانستان كي د لويو اقتصادي تاسيساتو د جوړوني مخالف دى چي له هغې جملې څخه له تركمنستان څخه د افغانستان له لاري پاكستان او بيا نورو هيوادونو ته د غازو او تيلو نل لكي غځول دي، اېران غواړي دا نل ليكه د اېران له لاري تېره شي او اقتصادي گټه يې اېران ته پاتي شي، په همدې وجه په افغانستان كي د مشخصو سياسي اتنيكي او پوځي ډلو ټپلو د تقويې له لاري د افغانستان سياسي وضعه بې ثباته ساتي. لنډه دا چي اوس اېران د افغانستان په چارو كي په هر اړخيز ډول دخيل دى او كه د خلاصون يوه دقيقه لاره يې و نه لټول شي نو د روسيې او پاكستان په شان به د افغانستان د تباهۍ سبب شي. د افغانستان دولت ته په كار ده مخكي تر دې چي خبره د بحران حد ته ورسېږي د اېران د مذهبي، كلتوري، سياسي او اقتصادي اغېز د كمولو لپاره يو دفاعي سيستم او حل لاره ولټوي او بيا هغه عملي كړي.     ",تهران په كابل كي 1948,,"   ویل کیده چې نن ولسي جرگې ته په پارلماني چارو کې وزیر فاروق وردک کابینه وړاندې کړي ولي دولسي جرگې دغړو دنه حاضریدو له امله کابینه ولسي جرگې له وړاندې کیدو پاتې شوه. ولسي جرگې له دولته غوښتي وه چې دوري دمیاشتې تر درېیمې دې کابینه ورته وړاندې کړای شي ترڅو داعتماد رایه واخلي. ",کابینه نن ولسي جرگې ته وړاندې نه شوه. 1949,,"   ددفاع وزارت منلې چې نن یې دهلمند په ولسوالۍ کې ٨ طالب جنگیالي دعملیاتو په ترڅ کې دملي اردو سرتیرو نیولي له دغو جنگیالیو یې یو لړ اسناد او دسټلایټ تلیفونونه یې هم نیولي. ",په هلمند کې اته طالبان نیول شوي. 1950,خلیل الله سروري :," دا دوديزه مشاعره د تېرو درو كلونو راهيسي په زابل ولايت كي د هغه ځاى دمېشتو آزادو فرهنګيانو له خوا جوړېږي، چي د سمبالښت چاري يې هلته د مېشتي ترنك ادبي ټولني پر غاړه وي، سږكال هم دا مشاعره د زابل ولايت او شاوخوا ولسواليو سربېره د غزني، خلیل الله سروري : بادام ګل مشاعره د ۱۴۸۴ كال د كب پر ۲۷ مه د شنبې په ورځ په زابل كي جوړه شوه . دا دوديزه مشاعره د تېرو درو كلونو راهيسي په زابل ولايت كي د هغه ځاى دمېشتو آزادو فرهنګيانو له خوا جوړېږي، چي د سمبالښت چاري يې هلته د مېشتي ترنك ادبي ټولني پر غاړه وي، سږكال هم دا مشاعره د زابل ولايت او شاوخوا ولسواليو سربېره د غزني، هلمند، كابل، وردګو او كندهار ولايت شاعرانو او فرهنګيانو په ګډون د هغه ولايت په شېخ متي لېسه كي جوړه شوه چي سلګونو د شعر او ادب مينه والو او يو شمېر دولتي چارواكو هم برخه پكښي اخيستې وه . د غونډي د لومړۍ برخي د ويناوو پر مهال د هغه ولايت د امنيې كومندان جنرال ملاخېل او له هغه ولايت څخه د مشرانو جرګې ته ټاكل شوي سناتور ډاكټر زلمي د دغه ډول فرهنګي هڅو د ملاتړ او همكارۍ ژمني وكړې . د ترنك ادبي ټولين مشر سيداجان غمخور د خپلو خبرو په ترڅ كي وويل چي كاشكي د زابل ولايت د اطلاعات او كلتور رئيس هم برخه لرلاى، ده زياته كړه چي دوى به په دې سيمه كي خپلو فرهنګي هڅو ته دوام وركوي وروسته يو په بل پسي شاعرانو د بادام ګل په اړه او هم آزاد شعرونه وويل چي د ګډونوالو په چكچكو او احساساتو بدرګه كېدل . د مشاعرې غونډه د غرمې پر يوه بجه پاى ته ورسېده او مېلمنو د ترنك ادبي ټولني له خوا په باباولي هوټل كي په تياره شوې مېلمستيا كي ګډون وكړ. مارچ 20, 2006 مارچ 20, 2006 مارچ 20, 2006 مارچ 20, 2006 مارچ 20, 2006 مارچ 20, 2006 مارچ 20, 2006 مارچ 20, 2006 مارچ 20, 2006 مارچ 20, 2006 مارچ 20, 2006 مارچ 20, 2006 مارچ 20, 2006 مارچ 20, 2006 مارچ 20, 2006 مارچ 20, 2006 مارچ 20, 2006 مارچ 20, 2006 مارچ 20, 2006 مارچ 20, 2006 مارچ 20, 2006 مارچ 20, 2006 مارچ 20, 2006 مارچ 20, 2006 مارچ 20, 2006 مارچ 20, 2006 ",بادام ګل مشاعره په زابل كي جوړه شوه 1951,,"  (غربي ګلونه او شرقي لمني) د وتلي او منلي ليکوال او شاعر( جهاني ) درنو مينه والو ته زيرﺉ په کندهار کي نارنج خپروندويه ټولني د ښاغلي جهاني منظومه ژباړه ( غربي ګلونه او شرقي لمني )  له چاپه راو ايسته  ، او په راتلونکو څو ورځو کي به د مينه والو تر لاسونو ورسيږي . نارنج خپرندويه ټولنه وياړي چي د پښتو ژبي سرغنه شاعر ښاغلي جهاني څلور سرليکه کتابونه  (  د سباوون په تمه ، شپېلۍ ، او کوهِ طور  ترڅنګ ( غربي ګلونه او شرقي لمني ) د چاپ او خپرواوي وياړ يې په برخه کيږي .     ",عبدالباري جهاني له يوه بل شهکار سره 1952,,"  2006.03.21ددوستۍ فرهنگې ټولنې مشرتابه جرگه په زياته خوښۍ سره افغان غيرتې او پياوړي ولس ،په بهرکښي افغاني کډوالو او ټولو هغو ته چې دمارچ ((21)) ورته دنوي کال او پسرلي دشروع نيکمرغه ورځ وي ، د افغاني مينې او انساني احساس په گرمو او له محبته ډکوولولو کښي دنوي لمريز 1385 لمريز نيکمرغه کال دپيل په مناسبت دزړه له کومي مبارکۍ او نېکې هيلې وړاندي کوې .درنوهيوادوالو! له هيوادنه په زرهاو کيلومتره موږ له تاسو څخه نه يو جلاکړې ، په ډاډويلاي شو چې يوه لهظه هم ستاسود نا ارامه او کړېدلي ژوندله دردونو او واويلاو څخه ني يو بيغمه ؛ هره لهظه مو دهغي مور فريشانه او حيرانه څيره په سترگوکې راگرځې کوم چي دخپل يتيم بچۍ په ډوډۍ پوري حيرانه ده ،ياوړوکۍ ماشوم ورته دناروغۍ په بستر کې پروت دۍ خوددرملو چاره ځکه ځېنې ورکه ده چې يو غيران هم نلرې ، دهيوادپه ښارونوکښې دهغو ماشومانو چيغې مو تر غوږو رارسېږې کوم چې خيرات غواړې او ياددي پر ځاي چې ښوونځۍ ته ولاړ شي په واټونو کې سگريټ ،ژاولي او نور واړه توکې خرڅوي ،تر څو دځان او خپل سپينږري پلار او بوډۍ مور لپاره دشپې دوچې ډوډۍ څو روپۍ پيدا کړې ،دهغه افغان نارينه او ښځې معصومانه څيرې ياد مو هر لهظه زوره وې کوم چې دظالم ،ټوپکمار ،قوماندان ،دولتي رشوتخورمامور اوبل تيري کوونکي تيری پر خپل انساني کرامت اويا روا حق وينې مگر خاموش ولاړدۍ اوله ځانه سره بوگنيږې وايي خدايه دادظلم اوستم کلا به کله چپه شي ؟؟؟؟ اوکله به ماته دافغان اوانسان په سترگه وکتل شي ؟ دمور اوماشوم ژړا،لوږه ،دپيغلي په زورله کوره ايستلوپه وخت کې دهغي معصومانه او بيوسه مقاومت االاس گورځونه، خپلې کورنۍ ته دډوډۍ دپيداکېدو په خاطر دماشوم خرڅول اوداسي نور په سلهاوو دانساني وجدان او احساس خلاف زړه بوږنوونکې تحميل شوې حالات چې راپياددو دلته په اروپاکښې اور رابندي بل شي . بلې وطنداره او غيرتې مور !داهغه غملړلۍ اوپه وينو لژند داستان دۍ چي هر ورځ دافغان ولس په کور کښي ميلمه دۍ،ددې وحشیانه او زورونکو حوادثوپاي له افغان ولس نه ورک اودخوښيونه نا اميده شويدۍ .ټولو دنياوالو پخپلو سترگو ليدل او ددې شاهد دي چې افغان غمځپلۍ ولس تير کال هم دنوروکلونو په ډول دډيرو عجيبو او غريبو مصيبتونو او کړاونوسره لاس اوگريوان و. محلي قوماندان په قريه ،دولتي قوماندان په اداره او ښار ،لوږې ،ناروغيو ،بېدرمليو ،بيکاريو ،دخپل کور څخه په زورشړلو ،دزورواکانو لخوا دمځکي او جايداد لاندي کولو ،توهين ،تحقير اوتهديد دااوداسي نور ناروومعمول شپه او ورځ افغان رانغښتۍ ؤ او دا ډول کړنومعمولې بڼه درلوده ، دمظلوم فرياد هيڅ وخت هم دزوروراو دولتي واک دڅښتن تر غوږو ونه رسېد ،اودبې دفاع انسان سره دناوړه کړنو نندارې دهيڅ يوه حاکم پاملرنه ځانته را وانه ړول . په واقيعت کښي دپخوا پشان تير کال هم افغان زورېدلی ولس دجنگسالارو اوسياسي معامله گرو او توطئوقرباني اويرغمل په لمو کښې شکيل پاته ؤ .نه قانون پلۍ شو اونه هم دمطبوعاتو ،بيان اوعقيدې رښتيانۍ آزادې تأمين شوه ،ابصاف ،عدالت او ترحم خو لا پخواددې ټاټوبي نه کډه کړېوه،پر دولتي اداره ،پارلمان اونورو موسسو دټوپکسالارو او تنظيم سالارو منگولې نوري هم کوټلې ښخې شوې ،اوهره ورځ يې دتيريو،غصب او تعرض لمن مخ پر پراخېدو ده .دغه کورنيو ناخوالو پاکستان ،ايران اوبل هر هغه هيواد چې زموږ په فريشانۍ کې خپلي گټې لټوې داسي امکانات پلاس ورکړه چې اوس يې زړه غواړي په افغانانو داومني چې دتنفس کول ،خوړلو اوڅښلو اجازه هم له بهرنيانو څخه واخلې .معمولا دنوي کال په شپو او ورځو کې خلک دنوو خوښيو او نوو ارزوگانو دسپړلو خبري کوي ، خو زمونږ قلم يي نه ليکې ،مقاومت کوي او وايي درواغ مه ليکۍ ؛ ځکه په رښتيا سره تر اوسه لا دغوڅ اکثريت په سترگو کې دغم اوښکې رڼې ليدل کيږې ،يوازي هغه کسان ډير خوشحاله دې چې خوله او لاسونه يې دنورو انسانانو په وينو سره دي !!!داهم بايد ووايو چي په حلوا حلوا خوله نه خوږېږي تر څو به موږ دپرديوپه وسيله دځان او هيواد پر خلاف دخپل ځان داستعمال او غولونې داستانوه ليکواويابه په شکايت خوله پرانيزو ؟؟؟ ايا شرم ندۍ چې پردې موهيوادته د سولې دراوستلو خبري کوې ؟؟؟که زموږ سره ظلم کيږي اوياتر ستم لاندي يو ،رټل کيږو ،زورول کيږو نو ددغه حالت په راوستلو کښي موږ او تاسو هم بې برخې نه يو . وگورۍ ! په نړۍ کې ټولو ولسونو ديوه ملي عزم او هوډ پر اساس وکولاي شوه خپل هيواد او هيوادوال له هر ډول بيرته پاتې والی څخه وژغورې ،مگر موږ هيڅ وخت دغه حياتي ټکې ته پاملرنه نده کړې .موږ پدې باور يو که افغانان په ځانگړې توگه قومي مشران ،منورين ،دينې سپېڅلې عالمان دوجدان له مخې دخپل هيواد ويجاړوته پاملرنه راواړوې اوله ځان څخه داسوال وکړې چې ولې تل موږ زموږ دهيواد قسم خوړلې دښمنانان دخپل هيواد وورانېدو او داورپه لمبو کښي دافغانانوسوځولوته هڅوې ؟؟؟ موږ ملې مکلفيت لرو که موخپله ندې زده له نوروڅخه بايد دخپل ولس دښيرازېواوهيواددبيارغاوني لپاره څه زده کړو .ارزومو داده په راتلونکې کال کښي افغانان ددې جوگه شي چې دهيواد ابادولوته په خپله ملاوتړې . په افغاني منلې دوداو دستور دپرديو دنوکرانو مخه ونيسي کوم چې په هيوادکښي ملې بې اتفاقيو ،قومي شخړوته لمن وهې ، اويا زموږ خلک دښوونځيو سوځولو ،پلونو او ښارونو ورانولو او ځانمرگې بريدونوته هڅوې .يو هيواد هغه وخت پر مخي تگ له کاروان سره تللاي شي چې ولس يې دپرمختگ په مفهوم پوه او دهغه ليوال وې .له دولتي مشرتابه څخه په کلکه غوښتنه کووچې په نوې پيل شوې کال کښي دهر ډول بې عدالتيواوتيريو مخه ونيسي ،دخلکو دفرياداورېدولپاره دغوږونه پنبه راوباسې .نوی کال بايد دنووکارونو اونووهغوپلانونوپه پلي کولو سره شروع شې کوم چې موخه يې دافغان غيرتې ولس اقتصادي ،سياسي ،ټولنيز او فرهنگي ښېرازې ،سوکالي اوبسياژوندوې . پدې هيله چې نوی کال زموږ درنځېدلی ملت لپاره دسولي ،ملې يووالي او پرمختگونودبرياواو خوښيو څخه مالامال ډک وې .  حبيب الله غمخور ددوستۍ فرهنگي ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب ", په سويډن کې ددوستۍ ټولني دمبارکۍ پيغام 1953, احمدولي اڅکزی ، المان," احمدولي اڅکزی ، المان د نن نه پوره درې کاله وړاندي په عراقي ښارونو امريکا او دامريکا ټلوالو ځواکونو هوايي بريدونه پېل کړه. ددغه بريدونو موخه د عراق د اولس مشر صدام حسين او د هغه د ګوند د واکه غورځول وه. دامريکا اولس مشر ښاغلي جارج ډبليو بوش هغه وخت ويلي وه چي دغه جنګ د عراقي وګړو لپاره د خپلواکۍ زېری دی. خو پس له درې کالو دغه زېری د يو لکو اولسي وګړو لپاره د مرګ زېری ګرځېدلی. ګرچه امريکا د وژل شوو عراقيانو شمېر دېرش زره ښيي خو نوري احصايې ټکل کوي کوي چي تر اوسه د سلو زرو وګړو په شاوخواکښي عراقيان پدغه جګړه کښي وژل شوي. اوس ږغونه پورته سوي چي په عراق کښي کورنۍ جګړه روانه ده. د عراق پخوانی ستروزير ښاغلی علاوي هم پدې آند دی چي په عراق کښي د وخته لا کورنۍ جګړه پيل شوې ده. امريکا دغه خبره نه مني او وايي چي دغه ډول ادعا کوونکي د مبالغې نه کار اخلي. خو دغه يوه څرګنده خبره ده چي هغه خلک چي پخوا يه ځانونه عراقيان بلل اوس ځانونه شعيه، سني او يا کورد بولي. داسي ښکاري لکه دغه هيواد چي پر درو برخو وېشل کېدونکی دی. ګرچه پدغه هيواد کښي عمومي انتخابات تر سره شوي او يواساسي قانون منځ ته راغلی دی خو حالات ورځ په ورځ په خرابېدو دي. هغه هيواد چي پخوا پکښي نسبتي آرامي وه او يوه ولاړه اداره يه درلوده، اوس هلته هره ورځ د سلو په شاوخوا کښي اولسي وګړي خپل ژوند دلاسه ورکوي. حتی هغه خلک چي درې کاله وړاندي يه لا دعراق د راتلونکي په هکله هيلي درلودې، اوس ناهيلي شويدي.  دنن نه درې کاله وړاندي پر عراق د امريکايي بريد دوه دليله يا جوازه وښودل شوه. لومړی جواز د عراق دبيالوژيکي، کېمياوي او اټومي وسلې درلودل وه. دويم جواز د عراق او القاعدې تر منځ د اړيکو او همکارۍ شته والی ښودل شوی و. اوس پخپله امريکا دغه خبره مني چي دغه تورونه بې بنسټه وه، ولي چي عراق نه خو آټومي وړتيادرلوده او نه يه هم د القاعدې سره همکاري کوله. اوس دغه جوازونه پدې بدل شوي چي امريکا په عراق کښي اولسواکي راوستل غواړي. خو په عراق کښي اوسني حالات دغه ښيي چي د ښاغلي بوش دغه خوب وروسته درو کالو لا هم ندی تعبير شوی.  څه باندي پنځوس کاله وړاندي د جرمني په ښار نيورن بېرګ کښي د نازي المان يو شمېر مشران د امريکايانو او دهغوی د ټلوالو لخوا محکمه شوه. دغه محکمو د نړۍ واله جګړې وروسته هغه الماني چارواکي او مشران په مرګ او بند محکوم کړه چي ورباندي د جنګي جناياتود نورو تورونه تر څنګ د جګړې د پېل کولو تورهم لګول شوی و. د هغه وخت نازي المان په دې ادعا د خپلو ګاونډيانو پر ضد جګړه پېل کړې وه چي دنازي چارواکو په ادعا دغه ګاونډيان پر المان باندي دبريد کولوپه درشل کښي وه. په انګريزي ژبه و دغه ډول بريد ته Preemptive Strike يا لومړی د وار کول وايي. د بل هيواد لخوا د جګړې د پېلولو د مخنيوي لپاره په خپله جګړه پېلول د نيورن بېرګ تر ټولو مهم ټکی و. د نازيانو په سزا رسولو سره هڅه وسوه چي په راتلونکي کښي دنړۍ ټوله هيوادونه د Preemptive Strike نه ډډه وکړي. خو د امريکا اوسنۍ بهرنۍ تګلاره خپل ځان ته د هر ډول Preemptive Strike حق ورکوي . د همدې حق نه د کار اخيستلو په ترڅ کښي امريکا پر افغانستان او عراق بريد وکړ.  د دويمي جهاني جګړې نه وروسته امريکا په مستقيم ډول په څه باندي اوه څلوېښتو هيوادونو بريدونو کړي او يا يه په غېر مستقيمه ډول فوځي يا استخباراتي لاسوهنه کړې. په داسي حال کښي چي د سړې جګړې د پای ته رسېدو څه باندي دوې لسيزي تيري شوي د امريکا لخوا پر دفاعي چاروکلني مصارف تر څلور سوه بليونو نه اوړي. د امريکا اوسنۍ دفاعي تګلاره چي زياتره برخه يه دوولفوويڅ پر دوکترين ولاړه ده، څرګندوي چي امريکا په راتلونکو سلو کا لو کښي اوسنۍ نړۍ ته داسي تغير ورکول غواړي، چيري چي به د امريکا ولکه او برلاسي توب واکمن وي. داچي امريکايي اولس او نړۍ وال به ترڅه وخته د امريکا دغه تګلاره زغمي ، دغه به وخت وښيي. خو په هر صورت! دعراق جګړې بيا وانسانانو ته وښودل چي جنګ او جګړه يو ډېر ناولی کار دی اوبله داچي هيڅ داسي جګړه نشته چي هغه دي ککړه او ناولې نه وي. په هره جګړه کښي تر هر څه نه وړاندي حق او حقيقت له منځه ځي. ",پر عراق د امريکايي بريد دريمه کليزه 1954,," د نوي کال د رارسېدو له امله په ډنمارک کې د افغانستاند فرهنګي خدمتونو مرکز ( خپلواکۍ ) د مبارکۍ پیغام قدرمنو هېوادوالو !پر تاسو ټولو دې سلام وي ، درناوی او نېکې هیلې تاسو او ستاسو قدرمنو کورنیو ته وړاندې کوو .د نوي کال شپې او ورځې دي ، نوروز دی ، د طبعیت او انسان د بیا راژوندي کېدو وخت ، د زرغونتیا او سمسورتیا وخت ، د لرغونو او عنعنوي مېلو او جشنونو وخت .د ګل سرخ او ارغوان د مېلو وخت .د خوښیو او نویو دوستیو وخت .ددغه نېکمرغه مهال د نېکمرغه شېبو له امله تاسو ټولو قدرمنو هېوادوالو ته هر چېرې چې یاست د زړه له تل نه د مبارکیو ژور مراتب وړاندې کوو .افغان ملت یو بل کال هم تېر کړ ، خو لا هم دغه ولس له زیات شمېر بدمرغیو او نا امنیو سره مخه ښه و نه کړه .لا هم ډېرې کورنۍ په نس مړې نه دي .اوس هم ډېرو هېوادوالو ته د ټوپکمارو د ټوپکونو ګواښ متوجه دی ، لا هم بېسوادي او ناروغي له هېواد نه ورکه نه شوه ، اوس هم بېکاري ، د خانانو او سیمه ایزو مفسدینو نارواوې پر افغان ولس جاري دي .اوس هم د سولې دښمنان د وینو د تویولو بیا او ډېر لیوال دي .لا هم مرکزي او د اهلیت پر بنسټ جوړه اداره په افغانستان کې ټینګه نه شوه ، اوس هم د بشر د حقوقو ناقضان په کابینه او واک کې ګرځي .لا هم د افغانستان له ملي خپلواکۍ ، ملي حاکمیت ، ملي هویت او ملي مسُلې سره لوبې کیږي .تېر کال داسې هم وشول چې د افغان او افغانستان له نوم او هویت سره د دښمنۍ نغارې ښه په زور کې وې او په دولت کې وي ، خو چا یې مخه و نه نیوله .ان د یو ملي سرود په جوړولو لا بریالي نه شوو .تېر کال هم یو شمېر افغان دښمنه عناصر د ( افغانستانیانو ) په نامه دې ته نیغ نیغ کېدل چې څنګه د افغانستان ملي هویت او تاریخ ورک کړي ، او په دې لاره کې یې د خپلو ژبنیو تعصبونو په لړ کې د پښتو ژبې د جرړو د بیخي وېستلو ناکامه هڅې هم وکړې .لا هم دولت د ولس دې غوښتنې ته ځواب ور نه کړ چې د دوي بچیان دې په کابل او نورو سیمو کې پر پښتو ژبه زده کړې وکړي .د نوي کال بختورې ورځې دي ، څه به مو پر زخمونو مالګې دوړوو ، دا مو هسې په تېر کال کې د خپلو رنځونو یوه کوچنۍ برخه تاسو سره شریک کړه .تاسو ته د نوي لمریز کال د رارسېدو له امله یو ځل بیا د خپلو مبارکیو مراتب تجدیدوو، او روان کال تاسو او ستاسو بچیانو ته د هیلو او غوښتنو د ترسره کېدو کال غواړو . په نوي کال کې د نویو هوډونو سره د ټول افغان د اتفاق او اتحاد په هیله په ډنمارک کې د افغانستان د فرهنګي خدمتونو مرکز ( خپلواکۍ ) په استازیتوب یوسف هېواددوست ",په ډنمارک کي فرهنګي خدمتونومرکز(خپلواکۍ) پیغام 1955,," انجنير محمدظريف بهاند ، محمدشريف بهاند ، دوکتور لطيف بهاند ، پوهندوی محمداصف بهاند ، محمدحنيف بهاند ، شامحمود بهاند او احمدشا بهاند وروڼه . ګل محمداريان ، نېک محمد اريان ، سردارمحمد ارين او الله محمد اريان د خور زامن . مړوند بهاند او غمی بهاند وراره ګان شېراغا حيات اخښی د طالب جان بهاند د مړيني له کبله دوستانو ته خبر ورکوي چي د نارينه و او ښځينه و فاتحه د هالنډ د اوتريخت په ښار کي اخستل کيږي . پته :   Kanaal str.36 Utrecht ورځ او نېټه : د شنبې ورځ -  د ۲۰۰۶ کال د اپرېل د مياشتي لومړۍ نېټه وخت :  د ماسپښين د دوه نيمو څخه تر څلورنيمو بجو پوري   د اړتيا په وخت کي پرلاندي شمېرو زنګ ووهی : که له بهر نه هالنډ ته زنګ وهی ، دلومړي سيفر پرځای 0031 د هالنډ د پاره ووهی .   0648255136 0651939758 0640887619 0638651785  د راتګ پر وخت لاندنۍ نقشه له ځانه سره ولرﺉ         ",( د طالب جان بهاند) دفاتحې خبرتيا 1956,," ميرويس جلالزی - کابل د افغانستان د ولایت د ملي امنیت د عامه دیوان ریس انصارالله مولوي زاده وایي چي د 41 کلن افغان  ( عبدلرحمن )  دوی ته سپارل شوی او  اوس یی پر دوسیه کار کوی . نوموړی په دې تور نیول شوی چي د اسلام له دین نه په شاه شوی او عیسویت یې منلی دی . دا لمړۍ داسي پیښه ده چي د انصارالله په وینا په افغانستان کښي لیدله کیري . عبدالرحمان چه ویل شوي 16 کاله مخکي یې له یوې عیسوي طبي موسسې سره په پیښور کښي کار کاوه وایي چي نه غواړی مسلمان اوسي او عیسویت دین یې منلی او که و هم وژل شي په خپل نوي دین به ولاړ وي . د قاضي انصارالله په وینا په قوي احتمال به نوموړی د مرگ له سزا سره مخ شي ځکه په اسلام کښي داسي یو عمل هیڅ جواز نلري. د ولایت د ملي امنیت د عامه دیوان ریس دا هم وویل چي د وی د مذهبونو خپلواکۍ او د عقیدې ازادۍ ته درناوی لری خو داسي یو کار چي مسلمان   عیسوي شي په اسلام کښي سخت محکوم شوی او د مرگ سزا ورته ټاکل شوې ده ",۴۱ کلن مسلمان عبدالرحمن غواړي عيسوی واوسي 1957,,"   دولسمشر کرزي دمطبوعاتي دفتر له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر هیوادوالو ته دنوي کال درادبره کیدو لامله مبارکي ویلي دهیواد پر بزگرانو یې غږ کړی ترڅو په خپلو ځمکو نیالگي وکري تیر کال یې ددولت لپاره دبریاوو کال بللی ځکه دملي شورا ټاکنې ترسره شوي او دنوي کال دنیکمرغۍ لپاره یې دوعا کړې. ",دنوي کال درادبره کیدو لامله دولسمشر پیغام. 1958,,"   دهیواد په گوټ گوټ کې دنوي کال نوې ورځ په ښو مراسمو سره ولمانځل شوه دکابل نادرخان غونډۍ دکابلیانو له ډېرې گڼې گوڼې په تنگ وه په حضوري چمن کې ددریدو لپاره ځای نه وه په غازي اسټډیوم کې لوی پروگرام جوړ شوی وه چې پکې گڼ شمیر چارواکو برخه لرله دولسمشر کرزي سلاکاراودسوداگرۍ وزیر هدایت الله امین ارسلا دولسمشر کرزي پیغام ولوست چې پکې ټولو هیوادوالو ته مبارکي ورکړل شوې وه. خلک خوښ بریښیده دهر چا جامې نوې وې. گلدست دکابل دخاکجبار ولسوالۍ او سیدونکي دنوي کال دنوې ورځې په اړه وویل""په رښتیا سپرلی دزړونو دتازه کولو موسم وي نو چې په لومړۍ ورځ ښه پیل شي نو دکال تر اخره به خوښه روانه وي"" ورته نورو کابلیانو هم داسې نظر درلود ډېرو به نورو ته ټلیفونونه کول او دنوي کال دخوښۍ څرگندونه به ورته کوله. خو ځینو خلکو دلارو دبندیدو له امله شکایتونه کول اود امنیت دخوندي کولو لپاره دامنیتي ساتونکو له لوري پر امنیت یې نیوکه کوله ځکه ډېرو نشو کولای په سمه توگه نورو ځایونو ته لاړ شي.  ",نوې ورځ په ټول افغانستان کې ولمانځل شوه. 1959,,"   دکابل په لویدیځ کې نن چهار شنبه دملگرو ملتونو دخوراک اداره یا FAO او دافغانستان دکرهڼې وزارت کارکونکو په لومړي ځل دهغو مارغانو چې ویل کیږي په والگي اخته دي دلمنځه وړلو لپاره کمپاین پیل کړي. څو کاري گروپونه دمختلفو دندو سره لا له وړاندې گمارل شوي لومړي گروپ دکورنۍ نوم لیکه او دچرگانو هغه تعداد چې له منځه وړل کیږي لیکل ترڅو ورسره بیا مرسته په هماغه کچه وشي. دکرهڼې وزرات یوه چارواکي عزیز الله عثماني چې ددغه کمپاین مشري يې کوله بینوا ته وویل دوی دلته په دشت برچي کې دمارغانو والگی لیدلی غواړي لمنځه یې یوسي نوموړي دا هم وویل په ټول افغانستان کې یې دمرغانو دوالگي دولس پیښې لیدلي. محمد ابراهیم هغه څوک چې چرگان یې لمنځه تللي وه بینوا ته وویل دی خفه ځکه په چرگانو یې ژوند تکیه وه ولې اوس یې په مفته کې لمنځه ځي. دمرغانو والگی په نړۍ کې تر دې دمه ٨٠ کسان وژلي. ",دکابل په دشت برچي کې مرغان له منځه یووړل شول. 1960,," د پوهنې د جشن په ویاړ نن د کابل ښار په اماني لېسه کې د د پوهنې د وزیر نورمحمد قرقین له خوا د ۱۳۸۵ښوونیز کال زنګ ووهل شو. تېر کال دغه زنګ په استقلال لېسه کې ښاغلي کرزي وهلی و. د پوهنې دغه جشن د یوې درنې غونډې په ترڅ کې په اماني لېسه کې ونمانځل شو. د غونډې په پیل کې د ولسمشر بیغام ولوستل شو، وروسته د پوهنې وزیر وینا وکړه او ویې ویل،چې په روان کال کې به ۶۰ زره او شپږسوه تنه شاګردان تر روزنې لاندې ونیول شي. قرقین وویل، د نوي کال بودیجه یې پنځه ملیونه امریکایي ډالره ده. قرقین ښوونکوته د معاشونو د زیاتوالي ژمنه ورکړه او ویې ویل، چې پر ښوونکو یې د ښاروالي له لارې نږدې ۴۹۰ نومرې  ځمکه وېشلې ده. ",د ۱۳۸۵ښوونیز کال زنګ ووهل شو 1961,,"   نن دجلال اباد په ښار کې دهغې ټولنې په نوښت چې غواړي په افغانستان کې دې کوکنار رسمي بڼه ولري ستره غونډه جوړه کړې وه چې پکې دننگرهار ولایت دولسوالیو استازو دولایتي شورا غړو برخه لرله له دولته وغوښتل ترڅو کوکنار یې قانوني بڼه غوره کړي. ددغه ټولنې سینلس کونسل کارکونکي باور خان بینوا ته وویل دوی غواړي له بزگرانو نه دخپلې غوښتنې لپاره ملاتړ ترلاسه کړي. نوموړي داهم وویل چې په نورو ولایتونو کې به هم خپل پروگرامونه جوړوي. ",دننگرهار خلک غواړي کوکنار یې رسمي بڼه ولري. 1962,,"   امنیتي چارواکي وایي دکندهار په سپین بولدک کې یې ١٦ وسلوال طالبان وژلي یوه ویاند عبدالرزاق خبري رسنیو ته ویلي په دغو وسلوالو طالبانو ددغه حرکت وتلي کسان شتون لري. خو دکندهار والي اسدالله خالد بیا وایي خبر نه لري چې دا کوم ډول کسان دي غله دي او که وسلوال طالبان؟ ",دولت وایي ١٦ طالبان یې وژلي. 1963,,"   دولسمشر کرزي دیوه فرمان له مخې عبدالحکیم منیب چې دطالبانو دوخت یوه وتلی طالب چارواکی وه دارزگان ولایت دوالي په حیث مقرر شوی نومړي تیر کال داساسي قانون په لویه جرگه کې هم برخه لرله. ",عبدالحکیم منیب دارزگان والي شو. 1964,,"   دکرهڼې وزارت یوه چارواکي عزیز الله عثماني نن بینوا خبریال ته وویل چې دوی ته معلومه شوی چې دمارغانو والگی وردکو ولایت ته هم تللی خو ولې نوموړي زیات څه وه ویل. ",په وردکو ولایت کې هم دمارغانو والگی لیدل شوی. 1965,," ", 1966,," دنيمروز په مركز زرنج ښاركښې نن سهار يوتن  چي  نوم  يې څرګند نه دې  په خپل كوركښي  دنامعلومو كسانو لخوا دټوپك په ډزو سره  وژل  شوي  . دزرنج امنيه قوماندان  خليل بختيار وبينواته  په يوه ټليفوني تماس  كښي  وويل  چې  دنوموړي  هويت معلوم نه دى چي دى ولي وژل شوي  خودومره  ويلاسو چي دخپلو شخصي  دښمنانو لخوا به وژل شوي  وي  .                                                                                                                            ع  : نورزى ",په نيمروز ولايت كښي يوتن دخپلو دښمنانولخوا ووژل شو 1967,,"   نوې کابینه چې ولسي جرگې ته به وړاندې کیږي داوي: جنرال عبدالرحیم وردک ددفاع وزیر، دبهرنیو چارو وزیر ډاکټر رنگین اسپنتا، دکورنیو چارو وزیر ضرار احمد مقبل، دمالیې وزیر انوار الحق احدي، داوبو او انرژۍ وزیر محمد اسماعیل، دکلیو دپراختیا وزیر احسان ضیا، دښځو دچارو وزیره ثریا صبحرنگ، دکډوالو وزیر استاد اکبر، دسوداگرۍ وزیر ډاکټر حیدر رضا، دعامې روغتیا وزیر سید محمد امین فاطمي، داطلاعاتو اوکلتور وزیر مخدوم رهین، دلوړو زده کړو وزیر اعظم دادفر، دشهیدانو معلولینو او ټولنیزو چارو وزیر نورمحمد قرقین، دحج او اوقافو وزیر نعمت الله شهراني، دترانسپورت وزیر گل حسین احمدي، دکانو او صنایعو وزیر انجینر ابراهیم عادل، دسرحدونو او قبایلو وزیر کریم براهوي، داقتصاد وزیر امین فرهنگ، دعدلیې وزیر سرور دانش، دعامه گټو وزیر سهراب علي صفري، دښار جوړولو وزیر انجینر یوسف پښتون، دکرهڼې او مالدارۍ وزیر عبیدالله رامین، دپوهنې وزیر حنیف اتمر، دمخابراتو وزیر امیرزی سنگین، دمخدره توکو په وړاندې دمبارزې وزیر حبیب الله قادري دسترې محکمې مشر او قاضي القضات مولوي فضل هادي شینواری او دولسمشر کرزي ستر سلاکار هدایت الله امین ارسلا. ",نوې کابینه اعلان شوه. 1968,,"   دولسمشر کرزي مطبوعاتي دفتر په خپرې کړې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر نن دترکیې پلازمینې انقرې ته دیو دوه ورځني سفر لپاره وکوچید په انقره کې به نړیوال تروریزم پرضد دنړیوالې مبارزې دهمکارۍ په جوړیدونکي کنفرانس کې برخه واخلي. پدغه سفر کې ولسمشر سره دهغه دنړیوالو چارو سلاکار رنگین دادفر اسپنتا چې دامهال دبهرنیو چارو وزیر نومول شو، عبدالرشید دوستم دملي امنیت مشر امر الله صالح او جاوید لودین ملگري دي. ",کرزی ترکیې ته لاړ. 1969,,"   دسیمې شنونکی او کارپوه وحید مژده بینوا ته دنوې کابینې په اړه وویل چې نوې کابینه په قومي اوسیاسي مصلحتونو جوړه ده. مژده وایي دبهرنیو چارو دوزیر په توگه دډاکټر عبدالله تللی او پرځای یې داسپنتا راتگ یوازې یې لامل دادی چې عبدالله څوک چې دشمالي ټلوالې فعال سړی وه له پاکستان سره پخواني عقدې لرلې او لاهم په هماغه دریځ ولاړ وه او کرزي وغوښتل ترڅو یوبل تن ددغه وزارت لپاره ونوموي. نوموړي داهم وویل چې کابینه تر ډیره پخوانۍ او کوم ستر بدلون پکې ندی راغلی مژده دا هم وویل چې گومان نه کوي پارلمان ورته داعتماد رایه ورکړي. دکډوالو چارو نوی ټاکل شوی وزیر استاد اکبر په اړه ښاغلي مژده وویل نوموړی دسیاف سړی دی او کرزي سیاف داکبر په نومونه خوښ کړ او بس. په نوی کابینه کې څو تنه وزیران بدل شوي او ځینې له یوه وزارته بل ته تللي. ",شنونکي وایي نوې کابینه لا هم سمه نده. 1970,,"   دفاریاب والي لطیف ابراهیمي تیره شپه چې دخواجه سبز پوش ولسوالی ته روان وه چې دناڅرگندو وسلوالو دډزو ښکار شو پخپله روغ رمټ ترې راووت خو دوه تنه ساتونکي یې ټپیان شوي . نوموړي ددغه برید پړه په جنرال عبدالمالک اچولې خو جنرال مالک بیا دابراهیمي خبرې دروغ بللي. ",دفاریاب والي له مرگه بچ شو. 1971,," په ترکيه کې دافغان محصلينو لخوا دنوي کال لمړۍ ورځ ونمانځل شوه د ترکيي دقونيې ښار د سلجوق په پوهنتون کې د افغان محصلينو دنوي کال لمړۍ ورځ په داسې حال کې ولمانځله چې زرګونو خلکو پکې ګډون کړی ؤ ٠ پدې پروګرام ديوشمېر هېوادنو ( ازبکستان ،ترکمنستان ،تاجکستان، قزاقستان او ازربيجان) محصلينو چې د افغان محصلينو په استا زيتوب محيب لله طيب بلنه ورکړي وه هم ګډون کړی ؤ غونډه په داسې حال کې پيل شوه چې دسټېج چارې يي همايون حقبين او اکبر شاه سباون پر مخ بيولې ٠  د پروګرام لمړۍ برخه کې د محمد قاسم عبادي لخوا دافغانستان دنوي کال دلمړۍ ورځې دلمانځلو په هکله په ترکي ژبه مالومات وړاندې شول ٠ورپسې د نوي کال په وياړ ترانه واورول شوه د پروګرام په دوهمه برخه کې دنيکونو څخه ور پاتې ملي دود (ملي اتڼ)تر سره شو،چې د خلکو دزياتې خوښی سبب وګرځيداو د خلكو له زيات هركلي سره مخ شو٠ د پروګرام په دريمه برخه کې ډول ډول افغاني لوبې ترسره او دپر ګرام په اخېر کې دافغان محصلينو په مشرۍ جهاد جوهري خبرې وکړې او دراغليو ملمانو دراتګ څخه يې مننه وکړه ٠ ", دافغان محصلينو لخوا دنوي کال ورځ ونمانځل شوه 1972,," ", 1973,," امانت نوى افغاني فلم عزيزي سېنما وړاندي كوي عزيزي سېنما تر اوسه درې فلمونه جوړ كړي دي په ۱۳۸۰ كي يې ((غربت))، ۱۳۸۱ كي ((بازګشت به اشيانه)) او په ۱۳۸۴ كي يې نوى فلم د ((امانت)) په نوم جوړ كړ. د امانت فلم لارښود او سناريو ليكوال هدايت الله عزيزي او وړاندي كوونكى يې عبدالله عزيزي دى. دا فلم د درو مياشتو په ترڅ كي په كندهار كي بشپړ شو، په دې فلم كي د افغانستان نامتو هنرمندانو اكبر عبدالله عزيزي هم كار كړى دى او دى تر ۱۴ كالو وروسته يو ځل بيا د سېنما پر پرده راښكاره شوى دى.   ",((امانت)) نوى افغاني فلم عزيزي سېنما وړاندي كوي 1974,انجینر احمد شاه پور(مسید)," انجینر احمد شاه پور(مسید) زما یو دوست څه موده مخکی یو دفتر غوښتی و پنجشیر ته د کار له پاره. او هغه داسی ویل :  کله مو چی له سرای شمالي نه حرکت وکړد پنجشیر په لوري تلو په موټر کي سپاره یو ه سړي راته یو ځای را وښوده او راته ویې ویل چي د دغه ځای نه مخکي طالبان رانه غلل . زما دوست ویل چي ما ورته وویل چي زما یې ورباندي څه  ؟ ؟ چی ترکومه ځایه راغلي دي دا په ماپوري اړه نه لري خیر دغه خبر ه خو تیره شوه کله چی هغه ځای ته ورسیدم کوم ځای کی چی پروژه وه نو هغه عسکرو چی د پروژې په دروازه کي ناست وه راته په ډیر قهر وویل چي د کوم ځای یې اوتذکره دي راکړه ما ورته وویل چی د افغانستان یم هغه عسکر راته وویل چی نه از کدام ولایت استي؟ ما ورته وویل چی زه د کابل یم، هغه عسکر راته وویل چی پرته د  پنچشیر د ولایت نه مونږ بل چاته اجازه نه ورکوو چی دلته کار وکړي اویو بل سړی چی له عسکروسره ناست و هغه راته وویل چي زه د ولایت نماینده یم او د ولایت نه رالیږل شوی یم چی د بل ولایت سړی دلته د کار لپاره پرې نږدو خو ښه وه چی هغه سړی چی زه یې غوښتی وم راغی او عسکرو ته یې وویل چی دا زما میلمه ده او د ننوتلو کارت مي هم ورته راوړی دئ خو بیا هم هغوی زه نه پرښودم تر څو هغه سړی چی زه یې غوښتی وم ورته وویل چي زه به خارجي ته ورشم چي عسکر زما میلمه نه پرږدي بیا یې زه پرښودم او راته یې وویل که د کار له پاره راغلی ئې بیرته لاړشه کنی ولله که دلته د بل ولایت راڅخه څوک کار وکړي؟ اوس زه کرزی ته داسي وایم ګرانه جمهور ریسه ښاغلیه حامد کرزیه،زما لاندي پښتنو ته ځواب ووایه؟ ۱-ایا هر سړی چي د کوم ولایت وي باید په هغه ولایت کي کار وکړي او بل ولایت کی کار ونه کړي؟ ۲-ایا تاسو دولتي چارواکي ګمارلي دي چي پنجشیر ته په ننوتو سره بایدد هر سړي تذکر وګوري که پښتانه وي او یا د بل ولایت وي نو اجازت نه شته او نه هم د کار اجازت ورته شته دي. ( زه د پنچشیرانو وروڼو خلاف نه یم او هغو ته درانوی لرم او دوی هم د ټولو پنچشیریانو نمایندګي نه شي کولی زه د هغو کسانو په باره کی داسي وایم چي اوس هلته دي او ددولت په څوکی ناست دي) ؟ ۳-او بل دا چي ولي د پنچشیر والي د بل ولایت نه دی ایاداهم په اساسي قانون کي راغلي دي چي د هر ولایت والي د باید د هغه ولایت وي؟ ",ایا پنجشیر هم د افغانستان یو ولایت دی که ...... ؟ 1975,خلیل الله سروري," داچي كندهاردځانګړي موقيعت اودپسرلي په موسم كي دښي هواله كبله په زړه پوري دي په همدي ولايت كي هم په سلګونوزره نارينه اوښځينووه داورځ په خوښي سره ولمانځله ، دكندهارپرلوړپوړوچارواكوسربيره سميه يزه خلكودكندهارښارلويديځ ته دخاكريزپه دخلیل الله سروري ګزارش دتل په څيرسږكال هم په كندهاركي دپسرلي لومړي ورځ ولمانځل سوه  داچي كندهاردځانګړي موقيعت اودپسرلي په موسم كي دښي هواله كبله په زړه پوري دي په همدي ولايت كي هم په سلګونوزره نارينه اوښځينووه داورځ په خوښي سره ولمانځله دكندهارپرلوړپوړوچارواكوسربيره سميه يزه خلكودكندهارښارلويديځ ته دخاكريزپه ولسوالي كي دشاه اغا پرزيارت دپسرلي جنډي دكندهاردوالي له خوا په داسي حا ل كي پورته شوه چي په زرګونوخلګويي ننداره كوله ",د نوي کال ورځ په کندهار کي په مېلو ولمانځل شوه 1976,," ", 1977,," ", 1978,," ", 1979,,"   ولسي جرگې ته به دا دسترې محکمې غړي ور وړاندې کیږي . دسترې محکمې مشر او قاضي القضات مولوي فضل هادي شینواری، محمد عمر مهمندغړی، مولوی محمد قسیم غړی، محمد قسیم هاشمي غړی، محمد حسین روستایي غړی، شاه علي ازقر شهرستاني غړی، بهاوالدین بها غړی، عبدالرشید رشید غړی او محمد علم نسیمي دوی به هم له ولسي جرگې داعتماد رایه اخلي. ",دسترې محکمې نوي غړي هم پارلمان ته پیژندل کیږي. 1980,,"   دامریکې دمتحدو ایالاتو ولسمشر جورج بوش ویلي چې دهغه افغان چې څه موده وړاندې په کابل کې یوې محکمې پدې تور چې داسلام مبارک دین یې پریښی او عیسوي شوی دهغه په نیونه او محاکمه خفه دی بوش وايي دا کار ددینونو ازادي نه مني. دغه افغان عبدالرحمان نومیږي او ٤١ کلن دی ده ته کافر ویل کیږي او لا نده معلومه چې محکمه به څه سزا ورته ټاکي. ",بوش دعیسوي شوي افغان پرنیونه خفه دی. 1981,,"   دطالبانو یوه ویاند یوسف احمدي خبري رسنیو ته ویلي چې طالبانو دهلمند ولایت دموسی کلا ولسوالۍ امنیه قومندان نن سهار وژلی. بل لور ته د طالبانو بل ویاند حنیف (حنیف) خبررسنیو ته ویلي چي د دوی ځواکونو دپکتکا په مرکز ارګون بازار کي  یو تن (طاهر ) امریکایانو ته د جاسوسۍ په تور وواژاه . دولتي سرچینو په دې اړه دم ګړی څه ندي ویلي ",دهلمند دموسی کلا ولسوالۍ امنیه قومندان وژل شوی. 1982,," دټول افغان وېبپاڼه کې د (( آچې ډېوې وژني » تر عنوان لاندې مطلب کې راغلي چې دافغانستان دملي راډيو تلويزيون رييس ښاغلي نجيب روشن په المان کې له دوېچ وېلې(( المان غږ » تلويزيون څخه غوښتنه کړې چې سږ کال دفوټبال دنړيوالو لوبو راپورتاژدافغانستان لپاره يوازې په دري ژبه خپور کړي ،ځکه چې دافغانستان ټول خلک په دري ژبه پوهيږي او په پښتو ژبه يې دخپرونې اړتيا نشته .که چېرې دا خبر سم وي ، موږ يې دافغانستان دملي ګټو ، ملي يووالي او اساسي قانون پر ضد له سپين سترګۍ ډک عمل ګڼو او دافغانستان دلوی اکثريت پراساسي حقونو يې ديوه ښکاره تېري په توګه غندو .همدااوس چې له پښتو ژبې سره په رسمي ادارو او مطبوعاتوکې لا هم دمېرې سلوک کيږي او په ډېرو سيمو کې دپښتنو بچيان لا هم نه شي کولی په خپله مورنۍ ژبه زده کړې وکړي او په دغه برخه کې دپښتنو دردونه او شکايتونه ورځ په ورځ زياتيږي ، داسې هڅې چې په ښکاره توګه دافغانستان داولې ژبې ياپښتو دنفي کولو لپاره تر سره کيږي ، کېدای شي ديوه ژور ملي کړکېچ سبب وګرځي .موږ دافغانستان له دولتي مشرتابه څخه غوښتنه کوو چې :ـ په (( ټول افغان » کې راغلی خبر په کلکه تعقيب کړي او دخبرې له صحت سره ، ښاغلی نجيب روشن سمدستي له کاره ګوښه کړي . ـ دافغانستان حکومت بايد ټولو دولتي ادارو ته لارښوونه وکړي چې په خپلو خپروونو کې ددواړو رسمي ژبو انډول په ټينګه وساتي .ـ ټول هغه بهرني هېوادونه او موسسې چې په خپرنيزو برخو کې له افغانستان سره مرسته کوي ، ددوی مرسته بايد په دې شرط ومنل شي چې دافغانستان ددواړو رسمي ژبو انډول به ساتي او او د اساسي قانون د ټينګار له مخې به يوازې دافغانستان ملي ټرمينالوجي کاروي. په درنښت دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه ـ جرمني ",دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې اعلاميه 1983,غلام جيلاني ځواك," غلام جيلاني ځواك د هند او امريكا د اړيكو نوي پړاوپاكستان په خپل څه كم شپيته كلن عمر كي د پاليسي پر ترټولو ستر بحران اخته كړي، د سپتامبر د يوولسمي پيښي نه راپديخوا د پاكستان پاليسي دا ده چي په ښكاره د ترهګري پرضد جګړه كي ګډون وكړي خو په پټه د ترهګرو او بنسټ پالو ملاتړ ته ادامه وركړي. پاكستان په دي تمه دي چي يو ورځ به نړيوال ائتلاف او امريكايي ځواكونه دلته له جګړي ستړي كيږي او دا ځاي به خوشي كوي او يا به دلته پاكستان ته يو مهم رول وركول كيږي. پاكستان دي موخي ته د رسيدو لپاره تراوسه ډير په احتياط ګامونه پورته كړي، او په ډيره ځيركانه توګه يي د بنسټ پالو او ترهګرو روزني او پالني ته ادامه وركړي، هركله چي د ترهګرو څخه دملاتړ په هكله پرپاكستان نيوكي ډيري شوي پاكستان د يوڅو كسو ترهګرو په نيوني او يا پر يوي قبايلي سيمي د بريد له لاري غوښتي نړي ته وښايي چي ګواكي په پوره صداقت د ترهګري پرضد په جګړه بوخت دي، او په دي توګه د نړي فشار پرځان كم كړي. پاكستان لدي لاري وكولاي شول دا څلور كاله دنړي په سترګو كي خاوري وشيندي، هم ځان د ترهګري سره په جګړي كي وښايي او هم د ترهګري او بنسټ پالني وسله په خپل لاس كي وساتي، خو وايي چي كوږ بار ترمنزله نه رسيږي، پاكستان اوس ټوله نړي كي رسوا شوي او نور نشي كولاي ترهګري سره په جګړي كي ترډيره خپلي دوه مخي پاليسي ته ادامه وركړي، پاكستان اوس هغه ځاي ته رسيدلي چي نور نشي كولاي د لوبي ابتكار په خپل لاس كي ولري، اوس اړ دي د حالاتو اوشرايطو د جبر لاندي خپله كړنلاره غوره كړي. البته پاكستان به تراخري دمه هڅه وكړي چي خپلي دوه مخى پاليسى ته ادامه وركړي پاكستان په دي اړه دبيلا بيلو پلمو نه كار اخلي، د ډيورنډ پر كرښه د بمونو دكرلو او د اغزن تارونو تاوول يو له دغه پلموڅخه ده، پاكستان يوځل بيا كله چي د ترهګري پرضد جګړه كي د نه همكاري له امله د بش له خوايي غوږونه تاوو شول، په وزيرستان كي يو سلسله عمليات پيل كړل چي په سلګونو كسان په كي وژل شويدي، او په سلګونو ټپيان شوي او يا خپل كور اوكلي پريښودو ته اړشوي. تراوسه لا دا كره نده چي پاكستان په دي جګړه كي ترهګر وژني او كه يواځي د ولسي خلكو پر وژني غواړي نړي ته وښايي چي ګواكي ترهګري سره په جګړه اخته دي، او دا چي په قبايلي سيمو كي ترهګري سره جګړه څومره ستونزمن كار دي، د آيي ايس آيي او بنسټ پالو ګوندونود ګډي سناريو له مخي همدا اوس يو شمير مذهبي ګوندونو هم په پارلمان كي دننه او هم د پارلمان نه بهر وزيرستان كي د ترهګرو پرضد جګړي سره مخالفت پيل كړي، البته يوشمير نور سياسي ګوندونه هم لدي امله چى په دي جګړه كي ولسي خلك وژل كيږي او دي جګړي نه دپاكستان مقصد ترهګرى سره جګړه نه بلكي د قبايلي پښتنو ايل كول دي، ورسره مخالفت كوي او د پاكستان دا عمل غندي. د پاكستان دا ټولي هڅي ددي لپاره دي چي وكولاي شي خپله پخواني كړنلارو ته ادامه وركړي.خو ښكاري د پاكستان دا هڅى بي ګټى دي، نړي په دي پوهيدلي چي پاكستان يواځي وخت تيرول غواړي، او له همدي امله دپاكستان دا خوب چي په سيمه كي ورته يومهم رول وسپارل شي ناشوني ښكاري، خو هند سره د امريكا د اتومي همكاريو په هكله تړون ښيي چي امريكا پاكستان ته نه، بلكي هند ته په سيمه كي يو مهم رول وركول غواړي ، او ښايي همدا لامل وي چي بش په هند كي د خپلي وينا په ترڅ كي دهند او افغانستان ترمنځ د لازياتو همكاريواو لا نژدي اړيكو خبره وكړه، نو د سيمي سياسي اړيكي چي كومي خوا ته رواني دي هلته ديوځواكمن پاكستان ځاي په كي بالكل نه ليدل كيږي. پاكستان به ډير ژر هغه ټكي ته ورسيږي چي اړ شي خپله دوه مخي پاليسي پريږدي، دلته نو پاكستان يواځي دوه لاري لري يا به د امريكا شرايط مني او ياهم د امريكا سره به دخداي په اماني كوي. خو آيا دا شوني ده چي پاكستان وكولاي شي د امريكا سره دخداي په اماني وكړي، دهمدي خبري دشونتيا لټولو لپاره پرويز مشرف سيمي ته د بش د راتګ نه دمخه چين ته سفر وكړ ترڅو ځان ډاډ من كړي چي په سيمه كي د شنګهاي كانفرانس په نوم چي كوم يوځي ائتلاف په سيمه كي د ناټو او مريكا د وړاندي تګ دمخنيوي په خاطر د جوړيدو په درشل كي دي څومره د ډاډ وړ دي او تركومه ځايه كولاي شي پاكستان د امريكا په وړاندي خوندي كړي. ښكاري داسي چي پاكستان لا په دي هكله پوره ډاډ لاس ته نه دي راوړي. تر ټولو دمخه دا چي په سيمه كي د امريكا د وړاندي تګ د مخنيوي له پاره د شنګهاي كنفرانس لا تر اوسه په يوه رښتني او ځواكمن سياسي او فوځي ايتلاف نه دي اوښتي. هغه هيوادونه چي ښايي د دي ايتلاف غړي وي په خپلو منځو كي لا ډيري ځمكني او سياسي لانجي لري په ډير برخو كي د دوي ګټي يو بل سره په تضاد كي پرتي دي. نو تراوسه لا ډيره لري ده چي دا هيوادونه په يو داسي ګډ ځواك واوړي چي وكولاي شي په سيمه كي د امريكا ګټي وننګوي. بله دا چي كه دا ايتلاف په سهيلي آسيا كي د هند ملګرتيا و نه لري نو دلته به خپله اغيزمنتيا په بشپړه توګه له لاسه وركړي او اوس چي هند او امريكا د اتومي همكاريو تړون لاسليك كړي نو هيڅ شوني نه بريښي چي هند دي د يو داسي ايتلاف غړيتوب ومني چي د امريكا پر ضد جوړ شوي وي او بيا لا دا چي په دي ائتلاف كي پاكستان هم موجود وي اودا ائتلاف دي دپاكستان د ګټو د خوندي كولويوه وسيله هم وي، هغه هم په داسي حال كي چي د خپلو نا سمو پاليسو او ګاونډيانو سره د دښمني او د ترهګري او بنسټ پالني نه د ملاتړ له امله د پاكستان پايښت اوس د سوال سره مخ دي.  نو داسي يو اتحاد چي د امريكا پر ضد پاكستان پري اتكا وكړي خو لا جوړ شوي نه دي او بيا كه جوړ هم شي پدي ايتلاف كي د هند نه شتون له امله دا ايتلاف به لږ تر لږه په سهيلي آسيا كي دومره اغيزمن نه وي.په دي توګه پاكستان ته لږ ترلږه اوس شوني نه ده چي وكولاي شي امريكا سره خداي په اماني وكړي. له همدي امله ښايي چين هم مشرف ته كوم خاص ډاډ نه وي وركړي او ښايي همدا لامل وي چي د چين د سفر اوسيمي د بش د راتګ نه وروسته د مشرف عصبي وضعه سمه نه ښكاري. د هغه ټولي څرګندوني د يو ډول وارخطايي ښكارندويي دي. هغه په دي پوهيدلي چي نوره يي لوبه پاي ته رسيدلي ځكه هغه څه چي د سيمي نوي سياسي جوړښت له پاكستان نه غواړي هغه د ګاونډيانو پرضدد پاكستان د تيرو دري لسيزو په ټولو هلو ځلو د خاوري اړولو په مانا ده. نوپاكستان كه وغواړي د يوه ښه ماشوم په توګه د لويانو خبري واوري نو بايد د هند په خوښه هند سره د كشمير لانجه غوڅه كړي په سيمه كي د هند سياسي ،پوځي او اقتصادي بر لاسي ومني افغانستان ته د ترهګرو ليږدونه بنده كړي پخپله پاكستان كي د ترهګرو او بنسټ پالو د روزني مراكز وتړي د دوي مالي سرچيني وچي كړي او سياسي ملاتړ يي له منځه يوسي او نړيوالو څارونكو ته اجازه وركړي چي د پاكستان د اتومي پروګرام څخه څارنه وكړي، او ياهم د پاكستان اتومي پروګرام په بشپړه توګه كنګل كړي. په دي توګه پاكستان به د ګاونډيانو په وړاندي د ترهګري او بنست پالني هغه وسله چي تر اوسه يي په ډيره كاميابي كاروله له لاسه وركړي . په دي توګه به پاكستان نور ونشي كولاي د افغانستان د كمزوري كولو او هند ته د ستونزو د جوړولو خپلي پاليسي ته ادامه وركړي. دا كار به هند اوبيا په تيره افغانستان ته دا فرصت ور په برخه كړي چي وكولاي شي خپله ټول ځواك د خپلي اقتصادي، پوځي او سياسي ودي او پرمختيا او پياوړتيا لپاره وكاروي او افغانستان ته به داشوني شي چي د سيمي د يو ځواكمن هيواد په توګه را څرګند شي. نو پاكستان به د يو پياوړي او ځواكمن افغانستان او هند په منځ كي په داسي حال كي چي د پاكستان نيمايي خاوره د افغانستان او نيمايي يي د هند ده، څرنګه وكولاي شي خپل ژوند ته ادامه وركړي. له بلي خوا د شنګهاي كنفرانس هم دومره ډاډمن ځاي نه دي چي د امريكا په وړاندي پاكستان خوندي كړي همدارنګه د پاكستان په ټولو سياسي ،ټولنيزو ،پوځي او اقتصادي موسسو كي امريكا د پام وړ اغيزه او نفوذ لري، نو كه پاكستان امريكا سره خداي په ماني كوي نو بيا هم يي شتون د جدي ګواښ سره مخ كيږي، امريكا به په هيڅ توګه ونه زغمي چي پاكستان په سيمه كي دامريكا ګټو ته په يو رښتوني ګواښ واوړي. پاكستان اوس داسي حالت سره مخ شوي چي ( نه جاي رفتن نه پاي ماندن) پاكستان په ډاګه ګوري چي نور يي د يو مملكت په توګه شتون د ګواښ سره مخ دي. او همدي خبري د مشرف اعصاب له كاره غورځولي. د ضيآلحق په مرګ د پښتونخواه يو سياستوال ويلي وو چي د ضياالحق ډيوټي (دنده) پاي ته رسيدلي وه نو ځكه ووژل شو. ښكاري داسي چي د پاكستان دنده هم نوره پاي ته رسيدلي وي. ", د هند او امريكا د اړيكو نوي پړاو (دويمه برخه) 1984,ع : نورزى,"    ع : نورزي   دهلمند دموسي كلاه ولسوالۍ امنيه قوماندان حاجي عبدالمنان نن سهار دخپل يوه ساتونكى جانان له لوري دكلاشنكوف په ډزو سره ووژل شو . دهلمند دموسي كلاه ولسوال حاجي محمد ولي عليزي  څو شيبې مخكي وبينواته په يوټليفونى تماس كښي وويل : چي دقوماندان منان يوساتونكى جانان نن سهار وختي هغه مهال  قوماندان عبدالمنان  زربه كړ كله چي دى له خپل دفترڅخه دباندي راوتى وو . عليزى وويل چي دده ساتونكى جانان بيا دنوروپوليسو لخوا ووژل شو .  داپه داسي حال كښې ده چي  څو اونۍ مخكښې ددغه ولسوالۍ ولسوال حاجي عبدالقدوس هم  دنامعلوموكسانو لخوا وژل شوي وو . ", دموسي كلاامنيه قوماندان خپل ساتونكى وژلی دی 1985,,"   ددفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي نن بینوا ته وویل چې تیره ورځ دملي اردو سرتیرو له ائتلافي ځواکونو سره په ملتیا دارزگا ولایت دتگاب یخبان په سیمه کې څلور جنگیالي طالبان هغه مهال ووژل کله چې طالبانو پرې لومړی ډزې وکړې چې ملي اردو سرتیرو په ځوابیه ډزو ووژل یو شمیر وسلې ترې په لاس هم ورغلي. ", په ارزگان کې څلور طالبان وژل شوي. 1986,,"   دحماس داسلامي فلسطیني گوند دسیاسي چارو مشر خالد مشعل ویلي چې هیڅکله به اسرائیل په رسمیت ونه پیژني په فلسطین کې نورو جهادي ډلو دحماس ددې پریکړې ملاتړ یې کړی او حماس ته یې ویلي چې دبهرنیانو دفشار راوړلو خیال دې نه ساتي. حماس په ټاکنو کې واک ته ورسید او حکومت یې پخپله جوړ کړ. ",حماس وایي هیڅکله به اسرائیل په رسمیت ونه پیژني. 1987,,"   دعراق په پلازمینه بغداد کې یوه ځان وژونکي په ځانمرگي برید کې ١٥ وژلي چې لس پکې پولیس وه او ٣٢ تنه نور یې سخت ټپیان کړي. ",بغداد کې ١٥ مړه او ٣٢ ټپیان شوي. 1988,,"   تیره ورځ یوه امنیتي چارواکي عبدالرزاق ویلي وه چې ١٦ شکمن طالبان یې سپین بولدک کې وژلي خو پاکستان وایي دا کسان دپاکستان ول او دنوې ورځې میلې لپاره کندهار ته تللي ول خو تیره ورځ ددې خبر په اړه مختلف قولونه ورکول کیده. حاجي نعمت الله خان نورزي چې ددغه قوم یو مشر دی ځینو خبریالانو ته ویلي چې وژل شوي کسان دمیلې لپاره روان ول چې امنیتي ساتونکو ونیول او والي ته یې وویل چې طالبان یې نیولي دوی ملکي وگړي ول طالبان نه ول. دغه راز دکندهار والي خبریالانو هم ویلي چې ددې موضوع لپاره به څېړنه کوي. ",پاکستان وایي سپین بولدک وژل شوي پاکستانیان ول. 1989,,"   په خپرې شوې خبرپاڼه کې چې گڼ شمیر کورنیو او نړیوالو مدني ټولنو پکې یوه خبره کاږلي ویلي یې دي چې له ولسمشر کرزي غواړي بیا دکابینې په جوړښت کې ښه فکر وکړي ځکه ددوی پروینا دکابینې له ٢٦ وزیرانو ایله یوه ښځینه وزیره شتون لري چې ددوی لپاره دمنلو وړنده. دغه ټولنې DED ،حقوق او ډیموکراسي، FES او CSO دي دا ټولنې په راتلونکی اوونۍ پدې اړوند ستره غونډه هم جوړوي. ",مدني ټولنې : په نوې کابینه کې دښځینه وزیرانو ونډه کمه ده. 1990,,"   دائتلافي ځواکونو له لورې نن په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون نه ابله ورځ دغو ځواکونو دملي اردو ددریم کنډک په ملتیا دارزگان په ولایت کې دطالبانو یو نظامي مرکز په نښه کړی او په ترڅ یې ٦ طالبان وژلي او زیات شمیر وسلې یې په لاس ورغلي. په خبرپاڼه کې دملي اردو دیوه قومندان عبدالسمیع له خولې ویل شوي"" مونږ په افغانستان کې ډیر دښمنان لرو غواړو سمې لارې ته یې راوبولو"" دیادونې وړ داده چې دافغانستان په سویل کې دناامنیو کچه خورا لوړه شوې هر ځل او ان هره ورځ داخ ډب خبر ورکول کیږي او له خبري رسنیو پاتې کیږي او یا په وخت معلومات نه ورکول کیږي. ",ائتلافي او د اردو ځواکونو دطالبانو په مرکز حمله کړې. 1991,انجنير احمدالله شيري," د مارچ د مياشتي پر ١٩ نېټه د جرمني د همبورګ په ښار کښي د ښاغلي عبدالباري جهاني د شعرونو د اورېدو په مناسبت يو زيات شمېر افغانان سره را ټول سوي وه . دا مجلس چي د ښاغلي اصغرخېل منګل له خوا مخته وړل کېده د افغانستان د پښتو او دري ژبو شاعرانو ګزارش - انجنير احمدالله شيري - هامبورګعکسونه : ښاغلی شيدا - هامبورګ د مارچ د مياشتي پر ١٩ نېټه د جرمني د همبورګ په ښار کښي د ښاغلي عبدالباري جهاني د شعرونو د اورېدو په مناسبت يو زيات شمېر افغانان سره را ټول سوي وه . دا مجلس چي د ښاغلي اصغرخېل منګل له خوا مخته وړل کېده د افغانستان د پښتو او دري ژبو شاعرانو او اورېدونکو ګډون درلود او دمخه تر دې چي جهاني صاحب د خپلو خوږو شعرونو په اورولو پيل وکړي يو شمېر نورو شاعرانو د مجلس اورېدونکو ته خپل دري او پښتو شعرونه واورول . ښاغلي نصير احمد ملتهب په دري ژبه خپل ليکلئ شعر ولووست او همدا ډول ښاغلي سرتېر صاحب خپل خواږه شعرونه د مجلس ګډونکونکو ته و لوستل .دغه مجلس د مازديګر پر پنځه بجې پيل او د شپې تر دولسو بجو پوري يې دوام وکړ . پدې مجلس کښي يو زيات شمېر خويندو هم ګډون درلود، چي د هغې جملې څخه پري ميوندي خپلي نوري خوندي په دغه ډول مجلسونو کي ګډون کولو ته تشويق او را و بللې او هم يې د ښځو د پاره د لا زياتو حقوقو ورکولو ته د مجلس د ګډون کوونکو د توجه غوښتنه و کړه .ګلالۍ جليلي په دغه مجلس کښي اورېدونکو ته خپل ليکلئ شعر جي د ښاغلي جهاني په هکله يې ليکلئ وو ولوست .ښاغلي جهاني په دې مجلس کښي د درده ډکي غزلي ، کيسې چي په شعر يې اړولي وې ، د عمر خيام رباعيات چي په پښتو ژبه يې ترجمه کړي وې چي ښاغلي نصير احمد ملتهب يې فارسي متن لوست او جهاني يې پښتو ترجمه لوستله د مجلس ګډون کوونکو ته و ړاندي کړل .تر دې وروسته د افغانستان ځوان هنرمند او د ښاغلي ناشناس د سبک پيرو په خپل خواږه اواز کښي اوريدونکو ته د عبدالباري جهاني هغه شعرونه واورول کوم چي ده پخپله کمپوز کړي وه .پدې مجلس کښي نه يوازي د همبورګ دښار اوسېدونکو افغانانو ګډون درلود بلکي د جرمني دنورو ښارونو او د اروپا د مختلفو هيوادو د افغانانو د کلتوري ټولنو استازو يا ګډون کړئ وو او يا يې خپل ليکلي پيغامونه را لېږلي وه . د هغه جملې څخه زمري محقق د ډنمارک د افغانانو د کلتوري ټولني له لخوا نه يوازي خپل ليکلئ مضمون درلود بلکي يو شمېر کتابونه يې د مجلس ګډون کوونکو ته د سوغات په توګه ورکړل .د دغه مجلس ترتيب کوونکي د ټولو ګډون کونکو څخه زياته مننه کوي او هغو کسانو ته چي د مشکلاتو په سبب يې پدې مجلس کي ګډون نه وو کړئ خبر ور کوي چي د څو ورځو تر تېرېدو وروسته به د دغه مجلس ژوندي کليپونه په www.pashto.se پاڼه کښي وويني . په درناويانجينير احمدالله شيري   ",هامبورګ : دخوږژبي شاعر عبدالباري جهاني سره يو ماښام 1992,م - بلال احدیار---پیښور,"   سترګو کښې نري نري کاته کوي خدایه څنګ میده میده راتله کوي   غم د ژوندانه راته دوه چنده کړي پټه شي او وخاندي دا څه کوي ؟         ",څلوريزه 1993,," د روهي ادبي بهير ترسرليك لاندي په كندهار كي د بېلا بېلو آزادو ټولنو او فرهنګيانو له خوا په ګډه او يوه ږغ فرهنګي زړى راشين شو. د روان ۱۳۸۵ لمريز كال د وري پر درېيمه د پنجشنبې په ورځ د كندهار د فرهنګيانو له خوا په ګډه د روهي ادبي بهير پرانيستونكې غونډه وشوه، غونډه په نوموړي ولايت كي د فرهنګي بنسټ او مدني ټولني په دفتر كي د ماځيګر پر پنځه بجې پيل شوه. په پيل كي عبدالاحمد محمديار د ارواښاد استاد محمدصديق روهي د ژوند پر شاوخوا ليكنه ولوسته، ورپسې د هيواد ادبي ټولني مشر محمدسرور واصل حسنيار د روهي ادبي بهير پر ارزښت او اړتيا وږغېد او دا يې د وخت يوه لويه او پر ځاى غوښتنه وبلله چي يوه داسي فرهنګي كړۍ چي ټول پاشلي فرهنګيان پكښي وي جوړه شي، ده همدارنګه د ارواښاد استاد روهي د شعر په اړه د ژور او نوي فكر ته اشاره وكړه او ويې ويل چي استاد روهي د شعر پر هنريت، ښكلا او انځور باندي ډېر ټينګار كاوه او بايد زموږ ځوانان يې لارښووني په پام كي ونيسي او پر پله يې ګام كښېږدي، ده همدارنګه وويل چي كه څه هم نن په دې غونډه كي د ټولو ټولنو استازي نشته خو هيله لرو چي دغه بهير ګړندى روان شي او په راتلونكي كي ټول ونډه پكښي واخلي. ورپسې محمدابراهيم سپېڅلي وويل چي دلته نن د اطلاعات و كلتور رياست كسان نشته، كه واى ښه به وو، او بله دا چي دا بهير بايد د نورو بهيرونو غوندي بيا پاته نه شي، تر ده وروسته ښاغلي محمديار وويل چي نوربهيرونه چي ناكامه شوي ولسي بنسټ يې نه درلود او د ځينو شخصي سليقو له مخي جوړ شوي وو، خو دا بهير د كوم شخص په غوښتنه نه دى جوړ شوى، بلكي خپله د دغو ناستو كسانو د ميني پر بنسټ په ګډه جوړ شوى دى او د خلګو د ګډي ميني پر بنسټ پروګرام بريالى كېږي. ده وويل چي دا بهير مشر نه لري او نه يې يو څوك خپل بللاى شي، بلكي د ټولو دى، په تېره بيا د هغه چا دى چي برخه پكښي اخلي. ورپسې ځوان شاعر عبدالواسع هڅيال پر بهير د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ له نوي كال سره د دغه ادبي بهير پيلېده يو غوره تصادف او ښه پال وباله او زياته يې كړه چي څومره غوره كار شوى دى چي له كندهاره دباندي د يوې لويي فرهنګي څېرې پر نامه سره راغونډ شوي يو، ځكه ارواښاد روهي نه يوازي د يوې سيمي بلكي د ټول افغانستان علمي او فرهنګي څېره ده. عبدالله ستوري د بهير د مشرتابه خبره راپورته كړه خو ښاغلي حسنيار وويل چي ځيني مسئولين لكه مالي مسئول او نور به وټاكو خو مشر نه ورته ټاكو ځكه په كابل كي ادبي بهير مشر نه لري، خو ډېر بريالى پرمخ روان دى، نو د ده په اند چي د مشرتوب تجربه ناكامه ده بلكي بايد د بېلا بېلو ټولنو استازو په ګډه بايد يوه مشورتي جرګه ګۍ جوړه شي. د غونډي يوه بل ګډونوال او د (كندهار نندارې) مشر فضل احمد انيس بهير ته پر وخت د راتګ په اړه ټينګار وكړ، ده هم په كابل كي د افغان ادبي بهير تجربو ته نغوته وكړه او ويې ويل چي هلته ټول ملګري پر پوره ټاكل شوي وخت په ډېره مينه راځي، دلته هم بايد همداسي وشي او دا وړانديز په يوه ږغ د ټولو له خوا ومنل شو. وروسته د ټولو په خوښه عبدالله ستورى د مالي مسئول او فضل احمد انيس يې د مرستيال په توګه وټاكل شو او هم په هره پنجشنبه پر څلور نيمو بجو د غونډي پر جوړېدو ټينګار وشو. وروسته د چكچكو او وا_وا په ويلو توده مشاعره وشوه چي دغو ځوانانو شعرونه پكښي وويل: واصل حسنيار، تاج محمد تابع، عبدالاحمد محمديار، احسان الله درمل، عبدالله ستورى، عبدالواسع هڅيال، مختاراحمد انتقام، فضل احمد انيس، محمود مرهون، عبدالحميد بختيالي، محمدمحسن نوري، عبدالاحد احدي، حيات الله څرك، حبيب الله قلم مل، محمدظاهر قلموال او احسان الله جرس. نور ګډونوال وو: عبدالغني ګلپال، عبدالرشيد بسيم او ښاد صاحب. يادونه:د غونډي ځاى او چاى د فرهنګي بنسټ او مدني ټولني مشر ښاغلي بسيم برابر كړي وو. ",((روهي ادبي بهير)) له نوي كال سره سم پيل شو 1994,," په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ چي د هيواد د نامتو ليكوال او ژورناليست ډاكټر لطيف بهاند ورور طالب جان بهاند په حق رسېدلى دى، اروا يې ښاده جنت يې ځاى. بېنوا فرهنګي ټولنه په دې غم كي د دوى له درنې كورنۍ او وروڼو، هريو انجينر محمدظريف بهاند، محمدشريف بهاند، پوهندوى محمدآصف بهاند، ډاكټر لطيف بهاند، شامحمود بهاند، محمدحنيف بهانداو احمدشاه بهاند سره ځانونه شريك ګڼي، او د پاك الله (ج) له درباره يې كورنۍ له داسي غمونو ليري او بهانده غواړي.   ",د بېنوا فرهنګي ټولني د خواخوږۍ پيغام 1995,عبدالاحمدمحمديار/كندهار," عبدالاحمدمحمديار/كندهار مفكر ليكوال، فرهنګي او ټولنيزه څېره كانديد اكاډمېسن محمدصديق روهي(۱۳۱۳_۱۳۷۵) د رواني هجري لمريزي پېړۍ د دريمي لسيزي په وروستيو او د څلورمي په بهير كي د افغانستان په فرهنګي كړيو كي ځيني داسي ليكوال پيدا شول چي هر يوه يې لوړي زدكړي درلودې، هم مفكوره ورسره وه او د نوي پرمختللي نړۍ له آثارو او افكارو سره د آشنايي لېوالتيا هم ورسره وه، باندنۍ ژبي يې زده وې، د خپل هيواد پر دوو عمده ژبو د پښتو او دري برلاسي وو. دوى چي په پښتو ليك لاس پوري كړ نو يې هڅه دا وه چي پښتو ليكني او څېړني له دوديز روش څخه راووزي، نوې بڼه پيدا كړي او لږ تر لږه د نوي زمان غوښتني منعكس كړي په پښتو او دري ليكني او څېړني له نوو او پرمختللو روشونو سره آشنا شي. دا ډول ليكوال چي په دې مفكوره ميدان ته راغلل، په دوى كي ډېر كسان شامل دي، خو يو له دغو ډېرو څخه ارواښاد كانديد اكاډمېسن محمدصديق روهي دى.(د زلمي هيوادمل، د استاد روهي ياد، ۱۶مخ) د دغه نامه په اړه په استاد روهي ياد كي علامه رشاد بابا ليكلي دي: صديق د (صاد په زور) د دوست او مخلص معنا لري او كه صديق د (صاد په زېر او د دال په زېر او شد) ولوستل شي، نو بيا د راستكاره او صادق معنا ترې اخيستل كېږي. (روه) په سنسكريت ژبه كي لوړي، لوړي خوا، مخ پر لوړي ته ويل كېده، خو ځيني وايي ((روه)) د غره معنا لري، روهي. روهيله او روهيل كنډ له دغي ريښې دي، په ارواښاد صديق روهي كي د صديق صداصت او د ((روه)) متانت شته و، له عزت نفس سره يې بې پروايي نه كوله)). (د ارواښاد روهي شخصيت او ليكوالي، اكاډمېسن پوهاند رشاد، د استاد روهي ياد، ۲۵  مخ). استاد حبيب الله رفېع ليكي:                                                                                                  روح يې د (روه) په روحپروره غېږ كي غزوني كړي وې، جسم يې د ((روه)) د درنو غرونو په لمنه كي خاړپوڅي كړي وي، سترګو يې د ((روه)) د آسمان څكو، څوكو له سرونو د نظرونو لوړ پروازونه زده كړي وو، ژبي يې له پښتنې مور نه پښتو زده كړې وه، مغز يې له پښتون نغزي نه د پښتونولۍ فلسفه اخيستې وه او بدن يې له درنو غرونو نه د درنښت او عظمت درسونه. روهي صاحب د علم له لوى دولت سره د حلم درنه پانګه هم ترلاسه كړې وه، د غرور، فضل فروشۍ، خودخواهۍ او تفوق طلبۍ له ناوړو ناروغيو پاك و، له لويو او وړو سره يې په صميميت او مينه راشه درشه كوله، له زېردستانو سره يې رفيقانه رويه درلوده، له فكري استبداد سره مخالف و، مشوره يې په هر كار كي لازمه بلله او ملي ګټي ورته ترهرڅه وړاندي وې. ده په وچي كتابي مطالعه بسنه نه كوله، بلكي د ټولني ويړ كتاب يې هم ورسره ولوست او داسي څه يې وړاندي كړل چي د ټولني درد پرې دوا كېږي. ده د ژوند ترپايه خپله علمي ذخيره د خپل ملي فرهنګ د خدمت لپاره په كار واچوله او داسي آثار ځني راپاته شول چي تل به د هيواد د ځوانانو په وړاندي د نور څلى وي او د ((روه)) په تورو غرونو كي به د علم وړانګي خپروي او دا تيارې به رڼا كوي. د روهي صاحب له يادولو سره د سړي سترګو ته هغه دروند انسان مجسم شي چي زړه يې له ميني، مينه يې له حلمه او مغز يې له علمه ډك و، د روهي صاحب له نامه اخيستلو سره د سړي په مخ كي هغه لوى پښتون ودرېږي چي: له خپل پردي، ليري او نيژدې، لوى او واړه سره يې په ورين تندي، متبسمو شونډو او خندانه څېره روغبړ كاوه او هيچا ته هم پردى نه و. د روهي صاحب علم او پوهه د انسانيت د ودي او د افغانيت د خدمت لپاره وقف وو. روهي صاحب د ښووني او روزني نړيواله علمي او پرمختللې فلسفه ښه پخه كړې وه، نوي نړيوال علمي ميتودونه يې په خپل مغز كي ښه جذب كړي وو، خو لكه څنګه چي د شاتو مچۍ د ګلونو له شيرې څخه شات جوړوي، ده هم د علم د نړيوال بڼ ټول ګلونه د افغاني ځوان نسل د علمي ودي او د روزني لپاره په كارول او د افغاني فرهنګ د خدمت په رنګ يې رنګول. ده ډېر وخت تېراوه چي د علم د نړيوالو ګلونو شيره د افغاني فرهنګ په شاتو واړوي نو ځكه يې ليكل لږ كول، خو پاخه، درانه او په تول پوره. همدا سبب و چي د ده هره ليكنه نه يوازي دا چي د ژبي او ليك يوه معياري نمونه وه، بلكي د يوې موضوع د څېړني د ميتودونو لارښوده هم وه، افغاني ځوانانو ته يې هم علم ورښوده او هم د هغه علم د څېړني لاري او چاري. . . . . د ده ټول آثار د څېړني لارښووني او ځوانانو ته د ادبي بحثونو، كلتوري معلوماتو، علمي او عملي نقد د موضاتو ترڅنګ د دې ډول ليكنو ليكل او پخول هم قدم په قدم ورښيي، دوى تر لاس نيسي او د څېړني د نړۍ ګوټ_ګوټ ته يې رسوي. (حبيب الله رفېع، د روهي ياد، د استاد روهي ياد، ۳۲_۳۶ مخونه) علامه رشاد بابا هم د ده د پوهي او وړتوب په اړه ليكي: ((ارواښاد صديق روهي تقريباً څلوېښت كاله په ليكنه، څېړنه، او تاليف بوخت و او څو داسي آثره ترې پاتي دي چي د پښتو څېړونكو ښه په درد خوري، د ده د ليكوالۍ ځانګړتياوي دا دي: په څېړنو كي يې نوښت او دقت و، په خپلو ليكنو كي يې له ابتذاله ځان ساته، اطناب يې نه و خوښ او تحقيق يې تر سر نه تېراوه، د ليك ژبه يې سليسه وه، تعسف يې په وينا كي نه ليدل كېده، پر نقد باندي بحثونه يې ارزښتمن او ګټور دي)). (د اكاډمېسن پوهاند رشاد پورته اخځ ۲۶ مخ) ارواښاد اكاډمېسن پوهاند ډاكټر جاويد يې د سرشاره استعداد په اړه ليكي: ((په ادبياتو پوهنځي كي له ممتازو محصلانو څخه و، ښكلى ليك او غوره انشاء يې د ده د خوى غوندي يوه بېلګه او د ژبو پر سرو ګرځېده، په ياد مي دي چي د پوهنځي په څلورم كال د ادبياتو د تاريخ ازموينه وه، د صدارت مرستيال علي محمد خان، د پوهني وزير ډاكټر پوپل او اوچت اديب سرور ګويا هم حاضر وو، له افغانستان سره د دري ژبي د انتساب او اصالت او فردوسي په باب داسي روښانه او بشپړ وږغېد او داسي روغ جوابونه يې وركړل چي ازموينه اخيستونكي يې هېښ كړل او ستاينه يې وكړه)). (پورته اخځ، اكاډمېسن پوهاند ډاكټر جاويد، روهي به سفر جاويدان رفت) د ارواښاد استاد روهي د ژوند څېړنه ډېر او ژور كار غواړي، هيله ده چي د روهي بهير ملګري او نو افغان فرهنګيان دا كار پر خپل وخت ترسره كړي، دلته به د ده يوه لنډه پېژندنه وليكو: پېژندنه: ارواښاد محمدصديق روهي د محمدحسين خان زوى د ۱۳۱۳لمريز كال شاوخوا د خوست د اسماعيل خېلو په يوه منځنۍ كورنۍ كي پيدا شو، دى لا ماشوم و چي مور و پلار يې دواړه مړه شول او دى له خپلو دوو خوندو او يوه ورور سره پاته شو، ورور يې هم ژر وفات شو او دى په خپل كليوالي چاپېريال كي بې موره و پلاره او وروره له خپلو خوندو سره پاته و، له ماشوموالي تر ځوانۍ پوري ژوند يې په ډېرو ناوړو حالاتو كي له ستونزو سره مل تېر كړ. زدكړه: لومړنۍ زدكړه يې په اسماعيل خېلو_مندوزيو ښوونځي كي وكړ، او د منځنيو زدكړو لپاره كابل ته ولاړ او د كابل په دارالمعلمين كي شامل شو او دا دوره يې په خورا ستونزو خو بريالۍ توګه بشپړه كړه او په ۱۳۳۲ لمريز كي له دارالمعلمينه فارغ شو، بې وسۍ او بې كسۍ دواړو ډېر زوراوه خو لوړ همت يې پرې نښود چي زدكړي پرېږدي. په دې دوران كي چي به د ژمنيو رخصتيو په ترڅ كي خوست ته ولاړى نو په دې درو مياشتو كي به يې د شاوخوا كليو ماشومانو او تنكيو ځوانانو ته درس وايه، هغوى به يې پالل او روزل. كله چي به ژمنۍ رخصتي پاى ته ورسېده او دوى به كابل ته روان شول، زياتره كلونه به له خوست څخه ګردېز ته له ملګرو سره پر پښو روان شول او دا مزلونه به يې په ډېر كړاو پر پښو وهل خو د خپلو زدكړو د دوام لپاره به يې ځان كابل ته رساوه. د دارالمعلمين تر فراغت وروسته ښوونكى شو او ورسره په څنګ كي يې په كابل پوهنتون كي ادبياتو پوهنځى پيل كړ او په ۱۳۳۷ كي يې په خورا برياليتوب پاى ته ورساوه. دى د لوړو زدكړو په دوران كي عادي محصل نه و، بلكي استادانو يې د ده د لياقت، اهليت او ښو اخلاقو ستاينه كوله، آن د پوهنځي د پښتو خپروني او ((وږمې مجلې)) د كتونكي ډلي په غړو كي هم شامل و. ارواښاد استاد روهي د څلوېښتمو كلونو په بهير كي د لوړو زدكړو لپاره په بېروت كي امريكايي پوهنتون ته واستول شو، هلته يې د ښووني او روزني په فلسفه كي ماسټري (M.A) واخيسته او بيرته خپل هيواد ته راغى. رسمي كارونه: كله چي له پوهنځي فارغ شو، بيا ښوونكى شو، دى دا وخت د افغانستان د ښوونكو د نمايندګانو له خوا د ښوونكو د كمېټې انتخابي رئيس هم وټاكل شو، يو كال يې دا دنده تر سره كړه، په ۱۳۳۸ كي د پښتو ټولني علمي غړى شو، په ۱۳۴۰ كي د كابل مجلې چلوونكى شو، د ۱۳۴۲ تر پايه يې دا مجله وچلوله. له بهره چي راغى، څه مهال وروسته د پښتو ټولني مرستيال وټاكل شو، او د ۱۳۵۱ ترپايه يې دا دنده درلوده، د ۱۳۵۱ كال په وروستيو كي د افغانستان په اطلاعات و كتلور وزارت كي د نوي جوړي شوي (ادب او فوكلور) ادارې مشر وټاكل شو. د ۱۳۵۲ كال ترمنځ يې دا دنده درلوده او دا مهال د پښتو ټولني مشر شو او د ۱۳۵۷ كال تر غبرګولي پوري يې مشر و. له ۱۳۵۷ څخه تر ۱۳۶۳ پوري د افغانستان د علومو اكاډمۍ د ژبو، ادبياتو او ټولنيزو پوهنو په بېلا بېلو منځيو كي يې د ځينو څانګو د علمي غړي او مشر په توګه دنده ترسره كړه، په ۱۳۶۳ كي د افغانستان په ليكوالو اتحاديه كي د يوه كال لپاره د نقد او ادبي څېړنو د څانګي منشي و، بيا بيرته اكاډمۍ ته ولاړئ او د ژبو او ادبياتو په مركز كي په كار وګمارل شو. په ۱۳۶۷ كي د لنډ مهال لپاره د افغانستان د بيرته راستنېدونكو په وزارت كي د فرهنګي چارو رئيس وټاكل شو، د دې كال په وروستيو كي بيرته اكاډمۍ ته راغئ، تر ۱۳۷۱ كال پوري د اكاډمۍ د ژبو او ادبياتو په منځي كي و. له ۱۳۶۴ څخه تر ۱۳۷۱ پوري د ژبو او ادبياتو په منځي كي د پښتو ژبي او ادبياتو د انستيتوت مشر هم و او د لنډ مهال لپاره يې د افغانستان مجلې سرپرستي هم وكړه. د ۱۳۶۸ څخه تر ۱۳۶۹ تر ژمي پوري د علومو اكاډمۍ د نشراتو رئيس و. د ۱۳۶۹ كال په مني كي د افغانستان فرهنګيانو، خوشال فرهنګي ټولنه جوړه كړه، او ارواښاد روهي يې مشر وټاكل شو او د مړيني تر مهاله د دې ټولني لارښدي شورا د خپل مشر په توګه مانه، سره له دې چي د ۱۳۷۳ كال په ژمي كي يې د ټولني د لارښودي شورا په نامه د جرمني څخه استعفا ليك رالېږلى و. د رسمي كارونو په دې دوران كي ارواښاد روهي د خپلو نورو كارونو ترڅنګ په بېلا بېلو وختو كي د كابل پوهنتون په ادبياتو پوهنځي كي د ليسانس او ماسټرۍ دورو استاد هم پاته شوى دى. په دې دوران كي د ډېرو علمي مجلو د كتونكي ډلي غړى هم و، لكه: وږمه، كابل، آريانا، ژوندون او فرهنګ مجلو. د ارواښاد استاد روهي ليكني: ارواښاد استاد روهي په پښتو او دري دواړو ژبو ليكل كولاى شواى، او په دواړو ژبو يې ليكل كړي دي او له څلوېښت كلونو زيات عمر يې قلم چلولى دى، دايې عادت و چي لوستل يې ډېر خو ليكل يې لږ او په معيار برابر كول او بې نوښته ليكنه يې هيڅكله نه كوله. ده د خپل فرهنګي ژوند په اوږدو كي خپلي ژبي او فرهنګ ته له خپل وس او مزاج سره برابر ډېر څه وركړل چي څه يې متفرق دي، لټون غواړي او كېداى شي د دې لټون په سلسله كي موږ د ده د ډېرو آثارو په پيدا كېدو برى ومومو، دلته يوازه د ده د ځينو آثارو د نومونو په يادولو بسنه كوو. ۱ د څېړني لارښود. ۲ پښتو په بېلګه يې جملو كي. ۳ ادبي څېړني. ۴ د ژبښودني مسئلې. ۵ فولكلور پېژندنه. ۶ د پښتو معاصر ادبيات. ۷ د ادب او فولكلور په باره كي. ۸ د روښاني غورځنګ ماهيت. ۹ د دوولسم ټولګى د ادبياتو تاريخ. ۱۰ شعر پېژندنه. ۱۱ رنګين تعبير. ارواښاد روهي د پښتو ټولني او اكاډمۍ له خوا د چاپ شوو پښتو_انګرېزي او انګرېزي_ پښتو ډكشنريو په ليكلو او سمون كي له نورو سره فعاله ونډه اخيستې ده. (ياد شوى اخځ، هيوادمل، زلمى ۱۶_۲۲ مخونه). د پورته يادوو شويو آثارو پېژندنه، څېړنه، او ژوره كتنه پراخ كار غواړي، ځكه دا هر اثر هغه د چا خبره د كاڼي كرښه ده چي د پښتو كتابونو په كتار كي بېسارى دى، هيله ده چي پر خپل وخت به يې په تفصيل سره وپېژنو. دم ګړى ته دي (روهي بهير) روهي غوندي له نوښتونو ډك او ګړنى وي. د استاد روهي د فكر په پلوشو دي دا بهير او افغان فرهنګ ځلاند وي او دځوانانو فرهنګيانو ګامونه دي د استاد روهي پر پلونو كلك وي. ",مفكر ليكوال، فرهنګي او ټولنيزه څېره 1996,,"   دجبل السراج په سیمه کې تیره شپه دملي اردو دمهماتو په یوې ډیپو کې چاودنه شوې او له امله یې دوه تنه وژلي او له دیرشو زیات یې ټپیان کړي دمهمات دنامسولو وسلوالو څخه دوسلو دراټولولو ډایاگ پروگرام ته سپارل شوي وه. ",دملي اردو په ډیپو کې چاودنه شوې. 1997,,"   دملگرو ملتونو دامنیت شورا په خپله ناسته کې دافغانستان په سویل کې دطالبانو له لوري مخ په زیاتیدونکو نا امنیو په اړه اندیښنه ښوولې او دسوله ساتو ځواکونو دماموریت اوږدیدل غوښتي دوی وايي امنیت لا اوس هم ترتهدید لاندې دی ",دامنیت شورا دافغانستان امنیتي وضعه خرابه بولي. 1998,,"   دامریکې دباندنیو چارو وزیرې کاندولیزا رایس افغان ولسمشر کرزي ته په ټیلیفون کې ویلي چې هیواد یې دعیسوي شوي افغان عبدالرحمان په محاکمه کولو به سخت خوابدی شي رایس ویلي چې ددا ډول پیښو منځته راتگ ډیموکراسۍ ته ضربه ورکوي او افغان دولت باید پدې اړه پام پورته کړي ترڅو ددینونو ازادۍ ته لار هواره شوي وي. خو بل لور ته گڼ افغانان له قضایي قوې غواړي ترڅو عبدالرحمان ته سخته او ان داعدام سزا ورکړي ترڅو له ورته پیښو مخه نیول شوې وي که نه نو ډیری افغانان به عیسویان شي چې په افغاني ټولنه کې دمنلو وړ نده. دافغانستان دقضایه قوې مشرانو دا هم ویلي چې غربیان هر ډول فشار پدې موضوع کې ورباندې راوړل دافغانستان په قضایه سیستم کې ښکاره  لاسوهنه ده. عبدالرحمان دپنجشیر دی او ١٦ کاله وړاندې عیسوي شوی په جرمني کې اوسده او تازه افغانستان ته راستون شوی وه دکورنۍ دشکایت له کبله محکمې نیولی.  ",رایس کرزي دعیسوي افغان په اړه اندیښنه ښوولې. 1999,,"   دتورخم په دروازه کې هغه مهال چې یوټانکر امریکايي ځواکونو ته تیل کیږدول نن جمعه همدا چې له دروازې دافغانستان لور ته راواوښت نو یوه چاودنه پکې شوه تیل او موټر وسوزیدل او  مرگ ژوبله یې رامنځته نه کړه چارواکي وایي له هغه لورنه پکې چاودیدونکي مواد ځای پر ځای شوي وه او پړه هم په بل لوري یعنی په پاکستان اچوي.  ",دتیلو په یوه ټانکر کې چاودنه شوې. 2000,," د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په هغه هېواد کې میشت افغان سفیر ته د وژل شویو پاکستانیانو په اړه شورغږلیک ور وسپاره. پاکستان په خپل شورغږ کې له افغان چارواکو غوښتي،چې د ۱۷ تنو وژل شویو پاکستانیانو وژونکو ته دې جزا ورکړل شي. خو د کندهار والي اسدالله خالد وایي،چې وژل شوي کسان افغانان وو او له ځانونو سره یې وسلې لېږدولې. پاکستانی اړخ وایي وژل شوي کسان پاکستانیان وو او د نوروز په موخه مزار ته روان و،چې په کابل کې ونیول شول او بیا د وژلو لپاره کندهار ته واستول شول. ",پاکستان د ۱۷ تنو د مړینې په اړه شورغږ وکړ 2001,," د تخار ولایت یو شمېر خلکو د یوه سیمه ییز قوماندان پر ضد په لاریون لاس پورې کړ. سیمه ییزو خلکو شکایت کاوه، چې قومندان یې پرځمکو خېټه اچولې ده. د تخار د ولایتي شورا د یوه غړي عین الدین رستاقي په وینا، خلکو له دولت نه غوښتنه درلوده، چې د قوماندان د زورواکیو مخه ونیسي.   ",په تخار کې د سیمه ییز قوماندان پرضد لاریون 2002,," د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې ددغه ولایت د پولیسو یو تن چارواکی ووژل شو. د غزني د امنیه قوماندان سرجنګ په وینا، دغه چارواکی له دندې نه د کور په لور روان و، چې د ناپېژاندو وسله والو د ډزو نښه وګرځېد. سرجنګ وایي چارواکي د غزني په روغتون کې ساه ورکړه. څو ورځې مخکې په اندړو کې ددغه ولایت پخوانی والي قاري بابا هم ووژل شو. ",په اندړو کې د پولیسو یوچارواکی وژل شوی 2003,," د پروان ولایت امنیه قوماندان عبدالرحمن سیدخیلي وایي د جبل السراج پرونۍ پېښه د یوه سنجول شوي پلان له مخې ترسره شوېده. سیدخیلي وایي، د برېښنا شارټي نه ده پېښه شوې، دا کارښایي د ریموټ کنټرول له لارې د هېواد دښمنانو کړی وي. تر ده مخکې د دغه ولایت ددویمې فرقې قوماندان جنرال افضل امان ویلي و، چې پېښه د برېښنا د شارټی له امله رامنځته شوېده. دغه پېښه تېره شپه اته بجې پېښه شوه . په چاونه کې دوه تنه مړه او ۱۹ نارینه او ۲۶ مېرمنې ټپیان شویدي.په ټپیانو کې ۱۸ تنه د ملي اردو سرتېري وو، چې د ۱۲ تنو حالت یې ښه نه دی ښوول شوی. د چاودنې له امله ګڼ شمېر کورونه نړېدلي دي.   ",د پروان چاودنه سنجول شوی پلان و: د پروان امنیه قوماندان 2004,," د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د نوي کال د رارسېدو په ویاړ یوه پسرلنۍ مشاعره جوړه شوه. دغه مشاعره په کوټ ولسوالۍ کې د سپین غر ادبي ټولنې له خوا جوړه شوې وه. په مشاعره کې ګڼ شمېر شاعرانو ګډون کړی و او د پسرلي په اړه یې خپل شعرونه واورول. ",ننګرهار کې پسرلنۍ مشاعره 2005,," د ملګرو ملتو د کرنې او خوراک نړیوالې ټولنې ویلي، چې په افغانستان کې یې د الوتونکو د والګي ۲۳ پېښې په نښه کړې دي. ټولنه وایي، دغه پېښې یې په پنځو ولایتونو کې ثبت کړې ،خو د مارچ له ۱۹مې را په دې خوا یې بله پېښه نه ده موندلې ،د والګي ډول اېچ ۵  اېن  ۱  دی. ",د الوتونکو د والگي ۲۳ پېښې په نښه شوې 2006,," د پکتیا یو تن اوسېدونکی د ځنګل وهونکو له ۲۰ کلن بنده په تېښته بریالی شو. سید ایوب شاه د پکتیا ولایت د جارسن کلي اوسېدونکی شل کاله مخکې د پاکستان د سند ایالت په حیدراباد سیمه کې د ځنګل وهونکو له خوا نیول شوی وو او  لرګي ییې پرې وهل. ایوب شاه څو ورځې مخکې پر  دې بریالی شو، چې له سیمې وتښتي او خپل کلي( جارسن) ته راشي. ",یو افغان د ځنګلیانو له بنده راوتښتېد 2007,," په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځي چارواکي وایي، تېره شپه ناپېژاندو کسانو ددوی پر سرتېرو برید وکړ او په ځوابي برید کې د یوه سرتېري په ګډون ۱۶ تنه ‌طالب جنګیالي ووژل شول. چارواکي وایي، دغه نښته له میرانشاه نه ۱۲ کیلومټره اخوا ډیورنډ کرښې ته څېرمه په دته خېل سیمه کې رامنځته شوه. د تورن جنرال شوکت سلطان په وینا، اورپکو پر ملېشو د توپ ډزې وکړې او د یوه تن د مرګ ترڅنګ ۵ نور ټپیان شول. دده په وینا، وروسته پوځیانو ځمکني او هوایي بریدونه وکړل او د ۱۵ - ۲۰ په شاوخوا کې اورپکي یې ووژل. ازادو سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي. ",وزیرستان کې ۱۶ تنه ووژل شول 2008,,"   دغې غونډې ته دیني شخصیتونه او ځوان روڼ اندي ورغلي وه ټولو په گډه داوویل چې عبدالرحمان سمه لاره پریښې او په کږي لارې روان شوې لومړی دې ورته داسلام په اړه معلومات ورکړل شي. دغې غونډې ته عالم او پوه ایت الله اصف محسني هم وینا وکړه نوموړي دا وویل چې همدغو غربیانو دافغانستان لپاره دجوړو شویو قوانینو نه ملاتړ وکړ ولې دامهال یې پروا نه ساتي نوموړي وویل چې دورته موضوع په اړه دې داسلام قوانین پلي کړي. جهادي شخصیت انجنیر احمدشاه احمدزي هم غونډې ته وینا وکړه او دافغانستان قوانینو ته دنړیوالو داحترام ساتلو خبره یاده کړه. په پای کې یو پریکړه لیک خپور شو چې پکې راغلي وه نړیوال دې دافغانستان دقوانینو احترام وساته، عبدالرحمان ته دې بیا داسلام بلنه ورکړای شي که بلنه ونه مني نو ورسره داسلامي شریعت له لارې  عمل وکړي.  ",عیسوي شوي افغان په اړه کابل کې غونډه جوړه شوه. 2009,مجیب," پسرلئ  څومره خوند کوي نغمې د پسرلي  له هر خوا راځي وږمې د پسرلي کايناتو کې بلا ښکلا خوره شوه  د نارنج د ګل مېلې د پسرلي دنرګس غاړه اوچته شوه له ورايه  شبو هم کړې ازانګې د پسرلي چې دشپې ملکه وخاندي ماښام کې  خندنۍ کړي ټولې شپې د پسرلي شپه او ورځ ېې د قدرت ښکلا کړي ډېره  لمر سپوږمۍ لا زمانې د پسرلي ورېځې ورېځې شي باران دبوډۍ ټال شي لا ښايسته وږمې خورې د پسرلي عمر لنډ دی خو مستي لري جانانه  بې له مييؤ ميخانې د پسرلي  د ځوانۍ ډيوه ېې ټول وطن رڼا کړي  دا نشې دي خزانې د پسرلي  د ماضي په ياد سارا سپرلي ستائيمه  هر ځوان وائي ترانې د پسرلي ",پسرلئ 2010,,"   دائتلافي ځواکونو له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي دغو ځواکونو دپکتیا ولایت دزرمت په ولسوالۍ کې مخکې لدې چې درې تنه چاودیدونکي مواد ځای پر ځاي کړي دغه چاودیدونکي مواد یې نیولي ولې درې تنو چې دغه چاودیدونکي یې کیښودل له ځایه تښتیدلي ائتلافي ځواکونه دا هم وایي چې همدا نن دپکتیکا په ولایت کې دملي اردو سرتیرو هم چاودیدونکي مواد چې دمسجد مخ ته ایښودل کیده بیکاره کړي او له منځه وړي. ",ائتلافي ځواکونو چاودیدنکي مواد بیکاره کړل. 2011,," د هلمند دسنګين ولسوالى کې نن د ائيتلافى ځواکونو اود دولت د مخالف جنګياليو ترمينځ درنده جګړه شوې چې تر دم ګړى پورې په کې يو امريکايي عسکر مړ او يو بل ټپي شوي دي . په دغه درنده جګړه کې افغان ځواکونه هم ګډون لري، چې د چورلکو له لوري يې ملتيا کيږي . ددغه جګړې د مرګ او ژوبلې په هکله لا تراوسه بشپړ رپوت نه شته يوازې د ٢ تنو امريکايي عسکرو د وژل کېدو او ټپي کېدو پخلى شوى دى . ",په هلمند کې يو امريکايي مړاو يو تن ټپي شوي دي. 2012,," د بريتانيا دفاع وزارت خبر ورکړى چې د تيرې چهارشنبې په ورځ د افغانستان په جنوب د هلمند ولايت کې ددوى د ځواکونويو٢٥ کلن انګريزي عسکر( مارک کريچ )مړ شوى دى ،چې د مړينې د لامل په موخه يې پلټنې دوام لري .مړ شوي عسکرله دې وړاندې په عراق او کويټ کې هم دنده تر سره کړې ده . ",په افغانستان کې يو انګريزي عسکر ومړ 2013,," د المان پوليسو خبر ورکړى چې ددغه هېواد په غرب کې يې د نيشه يي توکو د نړيوال باند ټول مشران چې د المان ، سوريې او پولنډ اوسيدونکى دي، نيولي دي . د پوليسو په خبر پاڼه کې راغلى چې دوى له هالند څخه نيشه يي توکى المان ته په قاچاقي توګه راوړل او بيا وروسته يې د دغه هېواد په غرب او د مونشن په سيمه کې ويشل .دغه ستر باند ٦ مياشتې وړاندې د پوليسو تر څار لاندې راغلى وو .له دغه باند څخه يو اندازه نيشه يي توکى ، نغدې پيسې او وروستى موډل ګاډى لاس ته راغلي دي. ",په المان کې د نيشه يي توکو دنړيوال بانډ نيونه 2014,," د ماين پاکولو د ادارې يو چارواکى په کابل کې بينوا ته وويل : پر داسې مهال کې چې څه ناڅه ٢ميليون ماينونه په افغانستان کې له مينځه وړل شوي دي ،لاهم په دغه هېواد کې ٨ ميليونه ماينونه شته چې د ٤ نيم مليونو افغان وګړو ژوند يې له ګواښ سره مخامخ کړى دى . د ه وويل د اوتاوا د تړون له مخې افغانستان بايد تر ٢٠١٣ زيږديز کال پورې له ماينونو څخه پاک شي . اوس مهال د ماين شتون د افغانستان دبيارغاونې پر وړاندې ستر خنډ دى. د ١٣٥٧کال د غوايي له کودتا او د روسانو له يرغل وروسته بيا د کورنيو جګړو پر مهال په ميليونونه ماينونه او ناچاودېدلى توکى او ګولى د افغانستان په خاوره کې خښ شوي دي. ",لاهم ٤ نيم مليون افغانان ماين ګواښوي 2015,,"   دعبدالرحمان نومې هغه افغان چې له اسلام عیسویت ته اوښتی دهغه قاضي او دکابل دعامه امنیت محکمې مشر قاضي انصار الله مولوي زاده بینوا ته وویل چې هیڅکله دچا فشار راوړل ددوی په محکمه تاثیر نشي لرلای او لاتر اوسه دچا له لوري محکمې ته کومه خبره نده شوې نوموړي وویل عبدالرحان به زر محکمې راوستلای شي نوموړي دا هم وویل چې له نړیوالې ټولنې غواړي دمحکمې په چارو کې لاسوهنه ونه کړي. ",دعیسوي شوي قاضي وایي دچا فشار نه منو. 2016,,"   دغه دوه ورځنۍ غونډه نن دکابل سیرینا په هوټل پیل او تر سبا پورې به دوام ولري پدغه غونډه دافغانستان دقضایي سیستم په اړه خبرې وشوې دعدلیې وزیر سرور دانش وویل چې قضایي سیستم خورا خراب دی او نړیواله ټولنه دې ورته پاملرنه وکړي. دغه غونډه به سبا ته هم وي او په پای کې خبري ناسته هم ولري او دغونډې دبحثونو په اړه به چارواکي له خبریالانو سره وغږیږي. ",دقضایي سیستم جوړونې په اړه غونډه جوړه شوه. 2017, خیبر- مسکو,"  خیبر- مسکو پتيل شوي ده چې سږكال د نوروز جشن د مسكو د ښار د عمومي جشن په توګه، د لومړي ځل لپاره په ډيرو شاندراه مراسمو سره ولمانځل شي. د دي جشن په مراسمو كې به پر افغانانو برسيره، ايران، آذربايجان، تاجكستان، قزاقستان، قرغيزستان، داغستان، باشقرستان او كردان ګډون وكړي. دا خبره په مسكو كې د افغان تجارتي مركز مشر، ښاغلي غلام محمد، زموږ خبريال ته په يوه مركه كې څرګنده كړه. ښاغلي غلام محمد، د خپلو خبرو په ترڅ كې څرګنده كړه، چې سږكال نوروز جشن د مسكو د ښار د پياوړي او با صلاحيته ښاروال، ښاغلي يوري لوژكوف د هدايت سره سم د لومړي ځل لپاره لمانځل كيږي. د مسكو ښاروالي په يوه غونډه كې چې په هغې كې د مسكو په ښار كې ميشتو د افغانستان، ايران، آذربايجان، تاجكستان، قزاقستان، قرغيزستان او كردانو د ټولنو مشرانو او استازو گډون كړي وو، خپله تابيا وښودله او د د غو هيوادونو د ټولنو مشرانو او استازو هم د دغه خبري ډير تود هر كلي وكړ. پتيل شوي ده چې د نوروز د مراسمو په رسمي لمانځنه كې به چې سبا د مارچ د مياشتي په ۲۵ نيټه به تره سره شي، د مسكو ښاروال، ښاغلي يوري لوژكوف، هم ګډون وكړي او د نوروز د جشن مراسم به په رسمي ډول پرانيزي. د پخواني شوروي اتحاد د له منځه تللو وروسته، د افغانانو په ګډون يو زيات شمير آذربايجانيان ايرانيان، تاجكان، قزاقان، قرغيزيان او كردان، چې - په دوديزه توګه هر كال د نوروز لمانځنه او درناوي كوي- د مسكو په ښار كې مهاجر دې، د مسكو ښاروالي د دغو ولسونو دودونو او عنعناتو د درناوي په توګه سږكال د لومړي ځل لپاره د نوروز جشن د مسكو د ښار د عمومي جشن په توګه په ډيرو شاندارو مراسمو سره لمانځي. ",نوروزدمسكودښاردعمومي جشن په توګه لمانځل كيږي 2018,," د هرات ولايت امنيه قوماندان د دې خبرې پخلى کړىدي چې ځواکونو يې په هرات کې د ايران د هوايي ځواکونو يو فوځى چې پرته له قانونى اسنادو افغانستان ته ننوتى وو، نيولى دى. افغان امنيتي چاراکو له نيول شوي کس څخه پلټنې پيل کړى دي او ايرانى چارواکو په دې اړوند تراوسه خپله خبره نه ده کړې . د نيول شوي ايرانى په هکله لا تراوسه هم پوره معلومات نشته . چارواکى وايي، چې له تحقيقاتو وروسته به هر څه روښانه شي . ",په افغانستان کې د يو ايرانى صاحب منصب نيونه 2019,," د ولسي جرګې پر نننى ناسته کې د افغان ولسمشر حامدکرزي له لوري د وړاندې شوې کابينې پر نوم ليک باندې ناندرى او نيوکې وشې او يو شمير وکيلانو څرګنده کړه چې د کابينې د غړو د ژند ليک په اړوند په دغه ليک کې بشپړ معلومات نشته . همداشان په کابينه او قضا کې د ښځود ونډې پر نشتوالى اوکموالى هم نيوکې وشوې او يو شمير استازو د دولت د تشيکلانو په اړوند د بشپړ و معلوماتو غوښتنه وکړه.د کرزي د سلاکار وزير امين ارسلا پر ټاکنه هم نيوکې کيدې او ټول ټال دا غوشتنه کيده چې د دريو ورځو په بهير کې دې ولسي جرګې ته د يو شمير غوښتنو په هکله بشپړ معلومات وړاندې شي . ",د کابينې پرنوم ليک د ولسى جرګې نيوکې او ناندرى 2020,," شپاړسم پاپ له افغان ولسمشر حامد کرزي څخه د يو ليک په ترځ کې د عبدالرحمن نومى افغان په هکله چې له اسلام څخه د عيسويت په لور ګرزيدلى ،غوښتنه کړې ،چې په دې اړوند له نرمى کارواخلي او هغه وبخښي .ده له کرزي غوښتنه کړې چې د بشري حقونو چې دافغانستان په اساسي قانون کې يې يادونه شوې درناوى وکړي . ٤١ کلن عبدالرحمن چې د پنجشير اوسيدونکى دى، د ارتداد له سختې جزا مرګ سره مخامخ دى .افغان دولت د نړيوال فشار له مخې زيار باسي چې دغه ستوزنې ته د اوارى مناسبه لار پيدا کړي . داسې ګونګسې هم اوريدل کيږي چې ممکن نوموړى زر تر ژره خوشى شي . ",پاپ د افغان مسيحي د بخښنې غوښتنه کړې ده 2021,," د قندهار په سپين بولد ک کې د وژل شويو کسانو يو شمير خپلوانو او پلويانو د پاکستان د بلوجستان د کويټه په ښار کې مظاهره وکړه او په دغه ښار کې يې د افغانستان په قنسلګرى د ډبروبريد وکړ او د ودانۍ يو شمير هېندارې يې ماتې کړې . مظاهره کونکو غوښتنه کوله چې د وژل شويو کسانو قاتلين دې ، دوى ته وسپاري او د پاکستان له حکومت څخه يې په دغه ښار د افغان قنسلګرى د تړلو غوښتنه کوله .د قندهار والې د پاکستان تورونه نه منى او وايي چې وژل شوي کسان افغانان وو،او د پلټنو له بشپړيدو وروسته به ټول جزيات خپاره کړي . پاکستانى چارواکى وايي وژل شوي کسان پاکستانيان وو، چې دنوى کال دميلې په موخه افغانستان ته تللى وو.دغه کسان چې شمير يې ١٧ کسان وو د نوى کال په درشل کې د قندهار د سپين بولدک په سيمه کې ووژل شول . د قندهار والى هغه مهال ويلي وو چې دغو کسانووسله ليږدوله. ورته دغه اونورو پېښو ددواړو ګاونډيو هېوادونو اړيکې لا ترينګلې کړي او د پېښې واقعى انځور لا نه دى روښانه . ",په کويټه کې د افغانستان په قنسلګرى بريد شوى. 2022,," په فارياب ولايت کې پوليسو د غوريانو د وخت ١١ تاريخي او لرغونى اثار چې د دغه لايت د قيصار ولسوالى د سلطان سنجر په تاريخى سيمه کې يې د قاچاقبرانو څخه لاس ته راوړي وو، پرون د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ چارواکو ته سپارلي دي . د اطلاعاتو او فرهنګ مشر ددغه اثارو لاس ته راوړل منلى ا ووايي چې قاچاقبران د پوليسو له منګلو څخه په تيښته بريالي شوي دي. ده څرګنده کړه دفارياب په يو شمير نورو لرغونو سيمو کې هم ورته غيرقانونى کيندنې دوام لري ، چې امنيتي چارواکى يې د مخنيوي په هکله پاتې راغلي دي. ددولت له هڅو سره- سره د هېواد په يو شمير نورو سيمو کې هم د زورواکو او قاچاقبرانو له لوري ورته په خپل سر کيندنې ترسره کيږي . ",افغان چارواکو يو شمير لرغونى اثار لاس ته راوړي 2023,," په عراق کې د امريکا سفير زلمى خليل زاد دعراق له مشرانو په ټينګه غوښتنه کړې چې دهغو مليشو په وړاندې چې په دغه هېواد کې فعال دي مقابله وکړي ، ځکه هغوى عراق د کورنۍ جګړې په لور کاږي .ده وويل مليشې چې د مذهبى مشرانو سره نيږدې اړيکې لري په پوليسو او منيتي کړيو کې اغيزه کړې . خليلزاد د عراق پر دولت نيوکه وکړه او څرګنده يې کړه چې د سنى ياغيانو پر وړاندې مبارزه کوي اما د شيعيه وسله والو ډلو سره دوستانه چلند کوي . دى وايي ډيره عراقيان د مليشو له لوري ، نه بلکه دترهګرانو پر لاس وژل کيږي .ده زياته کړه د عراق راتلونکى دولت دنده لري چې د غيرقانونى وسله والو پر وړاندې ديو خيل چلند لاره خپله کړي او دمليشو فعاليت تر خپل څار لاندې راولي . ",د عراق له مشرانو څخه د خليلزاد ټينګه غوښتنه 2024,," د عربي ټولنې د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو يو شمير وزيران د سوډان په پلازمينه خرطوم کې راټول شوي تر څو د دغې ټولنې په ناسته کې چې د سه شنبې په ورځ به پيل شي ګډون و کړي .ټاکل شوې ده په دغه ناسته کې دعراق د حالاتو ، د ايران د اتمى لانجې د فلسطين د دولت د جوړيدو د لبنان او سوريې ترمينځ تاوتريخوالى او دسودان د دارفور په کړکيچ خبرې او بحث و کړي او په دې اړوند يوه واحده کړنلاره خپله کړي. دغه ټولنه په کال ١٩٤٥ کې جوړه شوې ، چې تر دم ګړۍ يې ٢٢ هېوادونه غړيتوب لري.سره له ډير ګډو ناستو دغه هېوادونه ،نه دي توانيدلى چې په واحده کړنلاره سلا شى . داځل هم ستونزمنه بريښي چې سره يو شي ، ځکه دريو هېوادونو لا دې وړاندې د نه ګډون اعلان کړى دى.. ",د عربي تولنې د بهرنيو چارو دوزيرانو ناسته 2025,," د تخار ولايت د رستاک ولسوالى ١١ تنه اوسيدونکى ددغه سيمې د يو ځايي غير قانونى وسله وال قوماندان او پلويانو له خوا هغه مهال د تومانچې په ډزواو د چړو په وهلو ټپيان شوي ، چې د خپلو ځمکو د بيرته سپارلو غوښتنه يې کوله .د سيمې يو شمير اوسيدونکي ادعا کوي چې خپلې ځمکې يې په زوره ددغه قوماندان له لوري غصب شوي دي. د تخار والي وايي چې دا مهال د دواړو لورو ترمينځ سوله شوي او په دې اړوند د ټاکلى پلاوي پلټنې دوام لري . د سيمى اوسيدونکى تور لګوي چې ددغه ولايت ځايي چارواکى او په ولسي جرګه کې د تخار د يو شمير وکيلانو له خوا د دغه قوماندان ملاتړ کيږي . ",ځايي قوماندان ١١ تنه ټپيان کړي . 2026,,"   نن دكابينې يو شمير وزيرانو په افغانستان كښې  دايتلاف دعمومى قوماندان  ډګرجنرال ايكن بيرى په گډون  دهلمند له ولايت څخه ليدنه وكړه  ، دغه  لوړپوړو چارواكو دهلمند له خلګو څخه  يوځل بيا دكوكنارو دله منځه وړلو غوښتنه وكړه  او ددوې سره يې دمرستو ژمنه وكړه  په دغه وزيرانو كښي  داقتصاد وزير  ميرمحمدامين فرهنګ ، دښځو دچارو وزيره  ميرمن مسعوده جلال ، داطلاعاتو اوكلتور وزير سيدمخدوم دښارجوړلو وزير يوسف پښتون ، دقبائلو چارو وزير كريم براهوى  شامل وو .                                                                                           ع نورزى ",يوشمير وزيرانو له هلمند څخه ليدنه وكړه . 2027,," د( سنلس ) نړيوالې شورا چې يوه اروپايي تولنه ده نن په کابل کې وويل : په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له مينځه وړل د دې لامل شوى چې د افغان ولسمشر حامدکرزي دولت څار په دغه هېواد کې کم کړي . د شورا اجرايوي مدير ( ايمانويل رينرت) نن يوې خبري ناستې ته وويل : اوس مهال د دولت او دهغو کروندګرو ترمينځ چې کوکنار کري اعتماد کم شوى او داکار د دې لامل ګرزيدلى ، چې افغان کروندګر القاعده او مخالفو جنګياليو ته مخه کړي .ده وويل د کوکنارو د کښت دله مينځه وړلو او ويجاړولو تګلاره ناکامه ده اوپه قندهار، ننګرها او هلمند کې له ماتې سره مخامخ شوه. د دغه شورا يوبل چارواکې ميرمن ګلالى مومند هم وويل :دولت په جنوبى او شرقي ولايتونو کې اړين څار نه لري يوازې د قندهار په ښار، دهلمند په لشکرګاه او دننګرهار په جلال اباد کې حاکميت لري . دغه شورا ټينګار کوي چې د کوکناروکر ته قانونى بڼه ورکړي .په دغه ناسته کې د ولسي جرګې يو شمير استازو هم ګډون درلود . شورا وايي چې دوى به يو ليک هم په دې اړوند ولسي جرګې ته واستوي . ",په افغانستان کې د کرزي ددولت څار کم شوى . 2028,,"   دجمعیت اسلامي مشر برهان الدین رباني نن دپنجشیر په ولایت کې دنوي کال دنوې ورځې په اړه په جوړه شوې غونډه کې وویل چې دجهاد او مقاومت دسپکولو لپاره دا مهال خوځښتونه وینو چې نه په یو نوم مو جهاد سپکوي. رباني وویل چې دپنجشیر میړنیو خلکو په جهاد کې میړانه ښکاره کړې او که بیا هم ورته ضرورت شي نو دریغ به یې نه کړي نوموړي پارلمان ته دکابینې دوړاندې کولو او په کابینه کې دوزیرانو په اړه وویل چې پارلمان به هغه وزیر ته دباور رایه ورکوي څوک چې پارلمان وړ وپیژني. پنجشیر ته له رباني سره قسیم فهیم، دپارلمان مشر یونس قانوني او گڼ شمیر دشمالي ټلوالې نور جنگي مشران هم مل وه. ",رباني: خوځښت وینو چې دجهاد سپکاوی کوي. 2029,,"   دغه دسړک دغاړې بم دعراق په بصه کې سهار هغه مهال چې کوچنیان ښوونځي روان وه وچاوده او لامله یې یو زده کونکی وژل شوی او لسگونو نور ټپیان شوي. ",دعراق په بصره کې دسړک دغاړې بم چودلی. 2030,,"     له اسلام داوښتي او عیسوي شوي عبدالرحمان لور مریم چې دا مهال دکابل په ملکه ثریا ښوونځي کې دلسم  ټولگي زده کونکې ده وایي کورنۍ یې له پلار عبدالرحمان نه نور په تنگ شوې وه نو ځکه یې پولیسو ته شکایت وکړ او پلار یې تر محکمې ورساوه مریم وایي دا لا دوه کلنه وه چې پلار یې یعنې عبدالرحمان دهغې مور گل بیگم ته پدې موخه طلاق ورکړ چې مسلمانه ده او په مسیحیت ایمان نه راوړي دا وایي په کور کې يې په سمه توگه داسلام احکام نشوای پلي کولای. عبدالرحمان یو څلویښت کلن دی دپنجشیر او دا مهال له پولیسو سره په څرخي زندان زنداني. ",دعیسوي شوي لور مریم له پلاره تنگه ده. 2031,," د بدخشان د ارګو ولسوالۍ په اړونده سیمه کې یوتن ووژل شو. له بدخشانه د رارسېدلو رپوټونو پر بنسټ، د دوو کورنیو ترمنځ  د میراث د ویش پر  سر نښته وشوه او په پایله کې یو تن ووژل شو او دوه نور ټپیان شول. ",په بدخشان کې یوتن ووژل شو 2032,,"   نن د کابل په ده خدای کې یوې ښځې ځان څاه ته واچاوه. د مېرمنې د خاوند په وینا، کله یې،چې له څاه نه د اوبو رااېستو نیت وکړ، له څاه نه یې د ښځې نارې تر غوږ شوې، ژر یې د ګاونډیانو په مرسته را واېسته، خو روغتون ته تر رسېدا مخکې مړه شوه. ",کابل کې یوې مېرمنې ځان څاه ته واچاوه 2033,ډاکټر حسن - لندن," داسې اخیستی یم اسمان په اوږو لکه  خځلې د  توپان   په اوږو   دځوانیمرګو   تلوسو  جنازې وړمه داوښکو دکاروان په اوږو   یمه   ویشتلی  دبڼو  په غشو دتورو  سترګو دکمان  په اوږو   ته وا  کاتبې  فرښتې نن سبا شیطان  وژلي دانسان  په اوږو   ځي په پښو کې دجانان پریوزي رغړي مې اوښکې دګریوان په اوږو   لکه شپلۍ له پرهرژلې سینې دردونه  باسو  دفغان  په اوږو   له غمه خاورې بادومه په سر لکه بړبوکه  د بیابان   په اوږو   په مونږغدۍدزورورو  راغله کمزورې وړي لکه لیوان په اوږو   حسن  لا دلته  دمه کړې نه ده بیا ئې عدم ته وړي دوران په اوږو     ",پرهرژلې سینه 2034,نجيبه سارا بياباني," څومره خوند کوي نغمې د پسرلي له  هر خوا  راځي  وږمې د پسرلي   کايناتو کې بلا ښکلا خوره شوه د نارنج د ګل مېلې د پسرلي   دنرګس غاړه اوچته شوه له ورايه شبو هم کړې ازانګې د پسرلي   چې دشپې ملکه وخاندي ماښام کې خندنۍ کړي ټولې شپې د پسرلي   شپه او ورځ ېې د قدرت ښکلا کړي ډېره لمر سپوږمۍ لا زمانې د پسرلي   ورېځې ورېځې شي باران دبوډۍ ټال شي لا ښايسته وږمې خورې د پسرلي   عمر لنډ دی خو مستي لري جانانه بې له مييؤ ميخانې د پسرلي   د ځوانۍ ډيوه ېې ټول وطن رڼا کړي دا نشې دي خزانې د پسرلي   د ماضي په ياد سارا سپرلي ستائيمه هر ځوان وائي ترانې د پسرلي   ",پسرلئ 2035,عبدالله احسان," په بلجيم کي د افغانانو دکلتور ، مرستي او پيوستون ټولني له خوا د روان زېږديز کال د مارچ پر پنځه ويشتمه نېټه  دپښتو ژبي دخوږژبي شاعر عبدالباري جهاني سره يوماښام تر سرليک لاندي په زړه پوري ادبي غونډه جوړه کړه . عبدالله احسان – بروکسل بلجيم په بلجيم کي د افغانانو دکلتور ، مرستي او پيوستون ټولني له خوا د روان زېږديز کال د مارچ پر پنځه ويشتمه نېټه چي د شنبې ورځ وه دماځيګر پر پنځه بجې دپښتو ژبي دخوږژبي شاعر عبدالباري جهاني سره يوماښام تر سرليک لاندي په زړه پوري ادبي غونډه جوړه کړه . دا غونډه چي د ليکوال اوشاعر ښاغلي حاجي امين باوري له خوا پرمخ بېول کېدله ،  د بلجيم په پلازمېنه  بروکسل  کي جوړه شوې وه .  نژدې دوه سوه تنو د جهاني صاحب دشعر مينه والوبرخه لرله ، دې غونډي ته په اروپا کي دافغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې مشر ليکوال او څېړونکي ښاغلي زرين انځور ، د افغانستان د کلتوري ودي ټولني د فرانکفورټ د څانګي مسول ښاغلي عاشق الله غريب ، په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني په استازيتوب ښاغلي نظيف تکل ، په کندهار کي د بېنوا فرهنګي ټولني په استازيتوب عبدالله احسان او يو شمېر نورو ليکوالو ، شاعرانو ، فرهنګپالو او د جهاني صاحب مينه والو برخه اخستې وه . غونډه  دماځيګر پر پنځه بجې  د اسماني کتاب (  قرآن عظيم الشان  ) د څومبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه او وپسې ښاغلي حاجي امين باوري دغونډي برخه والو ته د ښه راغلاست په ويلو او پرانستونکي وينا په اورولو سره دغونډي لمړۍ برخه ( مشاعره ) پيل کړه . ښاغلي حاجي امين باوري د پرانستونکي وينا پر مهال د جهاني صاحب ژوند ليک په لنډ ډول ولوست ، او همدا ډول يې د ښاغلي جهاني پر خپرو شويو اثارو په لنډيز څو خبري وکړې . تر دې وروسته عبدالله احسان په کندهار کي د بېنوا فرهنګي ټولني ، ښکلا مجلې او بېنوا ويبپاڼي دکارکوونکو په استازيتوب د بېنوا فرهنګي ټولني پيغام ولوست او دغو درنو شاعرانو خپل شعرونه او ادبي ټوټې واورولې : ښاغلي مبارز څاپی شعرونه ، ښاغلی عزيز خوارمل دجهاني صاحب په اړه ادبي ټوټه ، ښاغلي ماخان شينواري  څو خبري ، ځوان شاعر وحيدالله وحيد شعرونه ، ښاغلي نظيف تکل شعر ، ښاغلي حاجي امين باوري شعر ، ښاغلي عاشق الله غريب شعر ، او ښاغلي کبير کمال څو شعرونه واوروله . تر دې وروسته د پښتو ژبي د مخکښ شاعر ښاغلي عبدالباري جهاني څخه هيله وشوه چي ستېج ته تشريف راوړي او دغونډي برخه والو ته خپل زړه وړونکي شعرونه په خپل ږغ کي واوروي . که څه هم چي له پيل څخه ټوله مشاعره په تودو ولولو او نيکو احساساتو بدرګه کېدله خو د جهاني صاحب شعرونو پر ټوله غونډه خپل جادويي اغېز شېندلی و ، کله به داسي چوپتيا شوه چي د هغه د چا خبره د مچ بوڼ به نه اورېده کېده ، او کله به د وا وا ، دغه يو ځل بيا وواياست  . . . .    يو ځل بيا    ، ،  ږغونو چوپتيا ماته کړه . جهاني دغونډي برخه وال په خپل هغه ځانګړي حکمت چي خدای پاک د جهاني په قلم او شعر کي ايښی دی کله د قاف غرونو ته بېول او کله يې د شېرپور او نوشېروان ترخې او خوږې خاطرې وريادولې . ښاغلي جهاني په دې غونډه کي ازاد ( سپين ) شعرونه ، غزل او هغه نظمونه واوروله کوم چي يې له پخوانيو کېسوڅخه  په شعر اړولي دي . تر پوره يو ساعت پرله پسې شعرونو ويلو وروسته تفرېح اعلان سوه، تر ډوډۍ خوړلو وروسته لمړﺉ ښاغلي روښان احمدزي د ښاغلي جهاني څو شعرونه په ډېر ښکلي ږغ او خاص انداز سره دکلمه کړه ، او ورپسې يو ځل بيا ښاغلي جهاني ته بلنه ورکړه شوه چي د خيام د رباعياتو ژباړه په خپل ږغ کي واوروي ، دښاغلي جهاني سره يو ځای ښاغلی محبوب احمدزاده  ته هم بلنه ورکړه شوه چي د خيام يوه يوه رباعي ( څلوريزه ) ولولي . ښاغلي جهاني او ښاغلي احمدزاده څنګ تر څنګ کښېنستل ، نژدې پنځه څلوېښت دقيقې لمړی ښاغلي محبوب د خيام رباعي ويله او بيا به ښاغلي جهاني د هغې شعري ژباړه ويله ، هره رباعي ( څلوريزه ) د غونډي د برخه والو له خوا په تودو چکچکو ( د لاسونو په پړکا ) بدرګه کېدله ، نژدې د هري څلوريزي د پارسي او پښتو دواړو د بيا بيا اورېدلو هيله کېدله . دماخستن پاو کم لس بجې وې چي د خيام د رباعياتو او د جهاني د ژباړل شويو څلوريزو برخه پای ته ورسېده . کله چي ښاغلی جهاني او محبوب د ستېج څخه د تالار لاندنۍ برخي ته راتلل ، دا وخت د غونډي  برخه والو په ډېرو ګرمو ولولو او تودو احساساتو بدرګه کاوه ، په احترام  په تالار کي ټول ناست کسان پر خپلو ځايونو ودرېدل ، ښاغلی جاجي امين باوري چي دغونډي چلوونکی او وياند و دمايکروفون خواته راغی او غوښتل يې له جهاني څخه مننه وکړې ، جهاني صاحب چي تالار ته يې مخ  او  ورو  کښته کېدﺉ لاس  په سلامي خپلي چوکۍ ته روان و . جهاني صاحب له ټولو برخه والو او کوربنو څخه مننه وکړه او ټول پرخپلو ځايونو کښېنستله  . نژدې لس بجې وې چي د موسيقۍ برخه چي د هيواد خوږ ژبي سندرغاړي يارمحمد په ږغ ښکلې وه پيل شوه ، ښاغلي يارمحمد د هيواد دستر شاعر ښاغلي عبدالباري جهاني څو نوي او زاړه شعرونه د موسيقۍ په څپو کي اورېدونکو ته ډالۍ کړه ، د خوست ، پکتيا او ننګرهار زلميو په اتڼ کي برخه واخستله او همدا ډول د امريکا د ټکساس دايالت څخه راغلي سندرغاړي ښاغلي شابرات هم د ښاغلي جهاني څو شعرونه او هغه غزل چي وايي ( ځوانه دا څوک يې ګولۍ اوروې ) په خپل ښکلي ږغ کي واوروله . شپه نېمايي ته رسېدله چي په بلجيم کي د افغانانو د کلتور ، مرستي او پيوستون ټولني د مشرتابه له خوا له ټولو مېلمنو او ښاغلي جهاني ته د اوږده او له خوښيو ډک ژوند په دعا سره پای ته ورسېده . يادونه : بېنوا فرهنګي ټولنه په بلجيم کي د افغانانو دکلتور، مرستي او پيوستون ټولني له چارواکو : ښاغلي نجيب احمدزي ، الحاج امين باوري څخه په منني سره ، د افغاني کلتور دبډايني په لاره کي د لا ډېر برياليتوبونو غوښتونکې ده . انځوريز راپور ( عکس اخستونکی : عبدالله احسان ) بېنوا ويبپاڼه غواړي د ښاغلي جهاني صاحب ښکلي انځورونه تاسو ته ډالۍ کوي . که غواړﺉ پاڼه بنده نه شي نو پرعکسونو کليک مه کوﺉ !       د ښاغلي جهاني د انځوريز البم د نورو عکسونو ليدلو د پاره دا ځای کښېکاږي ",بروکسل : د عبدالباري جهاني سره يوماښام 2036,," د ٤١ کلن عيسوي شوي عبدالرحمن دوسيه د يکشنبې له غرمې وروسته د عامه امنيت د محکمې د مشر قاضي له لورى د يو شميرطبي څيړونو په موخه بيرته څارنوالى ته وسپارل شوه . د څارنوالى مشر څارنوال ز مرى وايې د عبدالرحمن لور د کاکا زوى يې او په خپله نوموړى تورن ادعا کړي چې روانى ناروغتيا لري ،چې دې همدې لامل له مخې دوسيه د څيړنو په موخه دوى ته مسترد شوې او له سره به پرې څيړنې وشي. نوموړى له دوو اونيو څخه را په ديخواد څرخى پله په جيل کې بندي دى . دسترې محکمې د خپرونو مشر عبد الوکيل عمرى هم له بينوا سره په مرکه کې ددغو خبرو پخلى وکړ. د عيسوى شوي افغان په اړوند له بهر څخه په افغان حکومت فشار زيات شوى او دولت او قضايي سيستم يې له دوه ګونى چلند سره مخامخ کړى دى . ",دعيسوي شوي افغان دوسيه څارنوالي ته وسپارل شوه 2037,," په هغه بريد کې چې د امريکايي ځواکونو له لوري نن ماښام د بغداد په شمال د شيعيه ګانو په يوه تکيه خانه وشو ، ١٧ تنه وژل شوي او ويل کيږي چې د قربانيانو شميره ممکن ډيره وي . بريد هغه مهال شوى چې يو شمير عراقيان د په حسينيه کې په لمانځه او عبادت بوخت وو. ددغه بريد لامل په دغه ځاى کې د ترهګرانو شتون ښودل شوى دى او په لومړنيو رپوټونو کې راغلي وو،چې په دغه غريبه سيمه کې د مقتد ا صدر پلويان او امريکايان يو له بل سره لاس په ګريوان شوي او پر يو بل يې ډزې کړي دي. ",د امريکايانو په بريد کې ١٧ عراقيان وژل شوي دي. 2038,," د ( چين د ځوانانو) ورځپاڼې په نننۍ گڼه کې ليکلي چې اوس مهال په دغه هېواد کې ٣٠٠ مليون چينايان چې د چين يو په څلورمه برخه نفوس جوړوي د انګريزي ژبې په زده کړه بوخت دي.يوازې په ښوونځيو کې له ١٠٠ ميليون څخه ډير کسان انګليسى ژبه زده کوي .دا مهال چين اعلان کړى دى چې د انګريزى ژبې د زده کړې له پاره ٢٠٠ زرو ښوونکو ته اړتيا لري . ",دچين يوپه څلورمه برخه وګړى دانګريزي زده کړه کوي 2039,," دافغانستان د پوهنې وزير نورمحمد قرقين وايي چې په روان تعليمى کال کې به په ولسواليو کې د ښوونځيو ،ښوونکو او زده کونکو دخونديتوب په موخه د معارف د دفاع شوراګانې جوړې کړي . ده دا هم وويل چې په روان کال کې به ٢٠٠ نوى ښوونځي جوړکړي، د وزير په وينا تير کال دوى ١١٠٠ ښوونځي د هېواد په مختلفو سيمو کې جوړ او يا رغاولي دي. ده دا خبرې پر داسې مهال کولې چې پر نوې کابينه کې يې پر ځاى دکليو او پراختيا وزير حنيف اتمر د افغان ولسمشر له خواټاکل شوى دى . همداشان تير کال ٤٣ ښوونځي تر بريدونو لاندې راغلي اود لس زرو ښونځيو څخه يوازې ٣ زره ښوونځي ودانۍ لري .طالب اورپکې ادعا کوي چې په ښوونځيو کې دينى او مذهبى زده کړو ته ځاى نه دى ورکړ شوى ،مګر د پوهنې وزارت مرستيال پتمن داخبره نه منې .سږ کال ٩٠٠ زرو زده کونکو د زده کړې په موخه خپل نومونه ثبت کړى چې په دې توګه د پتمن په خبره په روان کال کې د زده کونکو ټول ټال شميره ٦ ميليون زده کونکو ته رسيدلې ده .اوس مهال ١٨٠ زره ښوونکى چې نيمايي غير مسلکي دي د زده کړې چاري پر مخ بيايې چې د ٤٠ تنو زده کونکو له پاره يوازې يو ښوونکى رسيږي . ",په ولسواليوکې به د پوهنې د دفاع شوراګانې جوړې شي 2040,," د زابل ولايت امنيه قوماندان د طالب اورپکو دا ادعا نه منى چې تيره شپه يې په دغه لايت کې ٤ تنه دولتى پوليس په يو سله وال بريد کې د طالب جنګياليو له لوري وژل شوي دي. د طالب اورپکو يو وياند خبري رسنيو ته ويلي چې تيره شپه يې د زابل ولايت په سيمه کې د کابل او قندهار د لويې لارې په اوژدو کې د دولتى ساتونکو پر يوه پوسته بريد کړى دى او ٤ تنه پوليس يې وژلى دي.همداشان طالب اورپکو هوډ کړى دى چې د هوا په تودېدو سره به د بهرنيو او دولتى ځواکونو پر وړاندې بريدونه زيات کړي او وايي چې دځانمرګو بريدنو دترسره کولو لپاره ډير شمير طالبانو تيارى نيولى دى . د افغانستان د دفاع وزارت وياند د طالب ارپکو دا ډول څرګندونې يوازې پروپاګنډ وبللې . ",دولت د ٤ تنو پوليسو دوژلو خبره نه مني 2041,," د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت نن په کابل کې د پاکستان سفير ور وباله او د بلوجستان د کويټې په ښار کې يې د افغانستان د قنسلګرى په اړوند خپل اعتراض ورته وړاندې کړ او د پاکستان له دولت څخه يې وغوښتل چې په کستان کې دې دافغان ديپلوماتانو او څانګود امنيت او خوندى توب په هکله پوره پاملرنه وکړي. د شنبې په ورځ په کويټه کې د افغانستان په قنسلګرى يو شمير مظاهره کونکو بريد وکړ او ساتونکى او کارکونکى يې ووهل .مظاهره کونکو ويل چې په په سپين بولدک ١٧ تنه وژل شوي کسان ددوى خپلوان او دکورنيو غړي دي. افغان دولت دا نه منى او وايې چې وژل شوي کسان ترهګران وواو په دې هکله پلټنې روانې دي. ",پر پاکستان د افغانستان اعتراض 2042,," نن د دوشنبې ورځ غرمې ته نيژدې د هلمند ولايت د لښكرګاه ښار د اطلاعات او كلتور رياست مخته د موټر د ټكر له امله يو بريتانوى پوځي مړ او درې ملګري يې ټپيان سوه، پېښه هغه وخت را منځته سوه چي د بريتانوي پوځيانو موټر له تراكتور سره ټكر وكړ، د هلمند ولايت د امنيې كومندان تورن جنرال عبدالرحمان صابر وايي چي دا پېښه د يو تصادف له مخي رامنځته سوې ده، او وايي چي په دې اړه به پلټني وكړي.      ",په هلمند ولايت كي يو بريتانوى مړ او درې ټپيان سول 2043, زلمى مومند,"  زلمى مومند په پارلمان كي دپرود دلاسوهني دګواښ په هكله مي د انيس په ملي ورځپاڼي كي د حوت په ۲۸ نيټه يوه ليكنه ولوسته، په دي ليكنه كي ليكوال دا انديښنه لري چي پاكستان دهغه استخباراتي او سياسي پانګي اچوني له امله چي په تيرو دريو لسيزو كي يي په افغانستان كي كړي، ښايي په پارلمان كي به يي هم خپل كسان ځاي په ځاي كړي وي، او لدي لاري به وكولاي شي افغانستان ته ستونزي راولاړي كړي. زه د ليكوال دا انديښنه بالكل پرځاي ګنم، پاكستان تل هڅه كړي چي د افغانستان دكمزوري كولو او افغانستان ته دستونزو د زيږولو لپاره له ټولو لارو چارو كار واخلي. په رښتيا هم په تيرو ديرشو كالو كي پاكستان دا طلايي فرصت درلود چي افغانستان كي پراخه سياسي او استخباراتي پانګه اچونه وكړي. پاكستان د ترهګري له لاري خو خپل سبوتاژ ته ادامه وركوي خو ددي په خوا كي به هرومرو هڅه كوي ترڅو په پارلمان كي دخپلو لاس پوڅو په وسيله هم افغانستان ته ستونزي راولاړي كړي، چي د پارلمان د يوشمير غړو كړني او څرګندوني دا انديښني لا نوري هم پياوړي كوي. دمثال په توګه سيد اسحق ګيلاني چي دپارلمان غړي دي د پيام مجاهد په اوونيزه كي د ډيورنډ د كرښي په هكله د يوي نظر غوښتني په ترڅ كي د ډيورنډ كرښه دافغانستان او پاكستان ترمنځ يوه سياسي شخړه ګڼي او بيا وايي: ((متآسفانه دراين اواخر مسايل تروريزم را با مسآله خط ديورند مي دانند كه به فكر من اين نظريه كاملاً اشتباه است بخاطري كه اين بار اول است كه عساكر پاكستان داخل مناطق قبايل شده اند.............. اينكه جناب آقاي مجددي رئيس سناي افغانستان دست شبكه استخباراتي پاكستان را راجع به سوقصد كه عليه جان او صورت ګرفت مي داند ممكن اسنادي دردست داشته باشد، ولي من در اين باره چيزي ګفته نمي توانم. زيرا من هيچ نوع سندي ندارم.متهم ساختن يك كس اسان است ولي عاقلانه آنست كه بايد اسناد داشته باشد، دراين اواخر آسمان هم اګرابري ميشود ما مي ګوييم ما ميګويم كه پاكستان است واګر باد هم مي وزد عامل آن پاكستان را مي دانيم...... در هرات يا بلخ يا ديګر ولايات حوادث رخ ميدهد، هيچ همسايه متهم نمي ګردد. ........تروريست ها از جايي مي آيند كه حتي پاكستان در آنجاحاكميت ندارد واين باراول بود كه عساكر پاكستان وارد آن مناطق شده اند.)) په څومره اساني ښاغلي ګيلاني غوښتي پاكستان ته برات وركړي، او وښايي چي ترهګري خو هغه قبايلي سيموكي پراته دي چي هلته پاكستان هيڅ نفوذ نلري، په دي توګه ګيلاني نه يواځي دا چي پاكستان ته يي برات وركړى بلكي غوښتي يي دي چي د ملامتيا ټول بار په افغانستان واچوي او په دي ورستيوكي چي افغانستان پرپاكستان دترهګري دملاتړ له امله كومي نيوكي كوي هغه ناسمي وښايي. زه د ښاغلي سيد اسحق ګيلاني په استدلا نه غږيږم چي څومره سم او ناسم دي، په افغانستان كي د پاكستان د لاسوهنو او ترهګري نه د پاكستان د ملاتړ په هكله نه يواځي افغانان بلكي ټول نړيوال خبر دي او پوهيږي چي ددي ټولو پيښو ترشا د پاكستان لاس دي نه پوهيږم د ګيلاني سترګي څه شي پټي كړي چي دا دومره روښانه او ښكاره حقيقت هم نشي درك كولاي، يواځي غواړم دا څرګنده كړم چي ګيلاني هڅه كړي د پاكستان او افغانستان په اوسني ناندريو كي د پاكستان دريځ سم وښايي. د ګيلاني په هكله غواړم يوه بله خبره هم را ياده كړم، په كال ۲۰۰۱ د جنوري په ۲۸مه نيټه په پيښور كي د خداي بخښلي شمس الهدي شمس په ابتكار د غازي ايوب خان په مزار يوه غونډه جوړه شوي وه، په دي غونډه كي د پښتونخواه نامتو سياستوال افضل خان لالاغونډي ته د وينا په ترڅ كي وويل چي كه شرقي اوغربي جرمني سره يوځاي كيږي، شمالي او جنوبي كوريا سره يوځاي كيږي، نود لروبر پښتانه ولي بايد سره يوځاي نشي. ښكاره ده چي دا خبري په پاكستان ښي نه لګيږي، د لرو بر پښتانه هغه وخت سره يوځاي كيداي شي چي د ډيورنډ كرغيړنه كرښه له منځه لاړه شي او دا كار د پاكستان د لمنځه تلو په مانا دي، همدا وو چي سيد اسحق ګيلاني د پاكستان سره د نمك حلالي په خاطر د افضل خان لا لا خبرو سره مخالفت وكړ. په هماغه مجلس كي ډيرو خلكو ته د ګيلاني او پاكستان د اړيكو په اړه سوالونه پيدا شول، دا سوالونه اوس هم وجود لري، او د ګيلاني وروستني څرګندوني يي لاپياوړي كوي، د پيام مجاهد اوونيزي كي د ګيلاني څرګندوني خو داسي دي چي ګواكي ګيلاني دافغانستان نه بلكي د پاكستان مدافع وكيل وي. نو په پارلمان كي د د داسي كسانو شتون چي په ښكاره د افغانستان پرځاي د پاكستان پلوي كوي، د خلكو په ذهنونو كي ژوري انديښني راپارولي دي، په دي هكله هم بايد د افغانستان استخباراتي موسسي او هم بايد د پارلمان غړي او رسني له كلكي څارني نه كار واخلي. اسحق ګيلاني د پيرسيد صاحب سيد احمد ګيلاني وراره دي، پير صاحب سيد احمد ګيلاني هم د جهاد په مهال او هم اوس تل يو رغنده او دملي ګټوسره سم رول لوبولي، پيرصاحب د افغانستان په جهادي مشرانو كي يو له هغه كسانو څخه دي چي دقدرت په خاطريي خپل لاسونه دافغانانو په وينو ندي سره كړي. زموږ هيله د اسحق ګيلاني نه هم داده چي ولسي جرګي د خلكو د استازي په توګه ترټولو دمخه د افغانستان ملي ګټو ته لومړيتوب وركړي. د افغانستان خلكو ده ته خپله راي همدي لپاره وركړي چي په پارلمان كي ددوي له ګټو او حقوقو نه دفاع وكړي، نه دا چي په خپلو څرګندونو د افغانستان له دښمنانونه دفاع وكړي. يو وخت د مصر پخواني ولسمشر خداي بخښلي جمال عبدالناصر ويلي چي كه احياناً د سمندر په تل كي دوه كبان سره په جګړه اخته وو نو پوه شي چي دا هم د استعمار توطئه ده. اوس د پاكستان په هكله د افغانستان خلك هم همداسي يو فكر لري، په افغانستان كي چي د ورانكاري هره پيښه كيږي نو شاته يي هرومرو د پاكستان لاس وي. ګيلاني صاحب كه په افغاني مطبوعاتو باور نلري نو نړيوال مطبوعات دي وګوري، نن صبا تقريباً دنړي ټولي رسني داخبره كوي چي په افغانستان كي دترهګري شاته د پاكستان لاس دي، نور خو لا څه كوي د احمدرشيد او دده په شان له نورو پاكستانيانو نه هم كه پوښتنه وكړي نو دا خبره به تائيد كړي چي په افغانستان كي د ترهګريو او ورانكاريو شاته د پاكستان لاس دي، خود حيرانتيا خبره ده ګيلاني صاحب يي نه مني. ", سيد اسحق ګيلاني، د پاكستان مدافع وكيل! 2044,," تيره شپه د ګرجستان په پلازمينه تبليسى کې د بنديانو پاڅون وروسته له دوو ساعتو څخه د پوليسو تر څار لاندې راغلى او دولتى ځواکونه توانيدلى دى چې دغه پاڅون ته د پاى ټکى کيږدي .دولت وايي په دغه اخ او ډب کې يوازې لس تنه ساتونکى ټپيان شوي دي . دوى دا رپوټونه نه منې چې په دغه تاوتريخوالى کې يو شمير بنديان او ساتونکى وژل شوي دي. پوليس وايي بنديانو غوښتل د دغه تاوتريخوالى په ترځ کې له جيل څخه فرار وکړي. ",په ګرجستان کې د بنديانو پاڅون چوپ شوى دى. 2045,," غلام جيلاني ځواك بيلابيل سياسي مكتبونه د قدرت دمشروعيت بيلابيل تعريفونه لري، د قدر مشروعيت نيغ په نيغه د واك د سرچيني پوري اړه لري، خو په ټولو تعريفونو كي يو عمده اصل شته چي هغه د دولت نه د پرګنو ملاتړ او رضايت دي، په ديموكراتيكو ټولنو كي يو دولت هغه وخت مشروعيت پيداكوي چي د آزادو ټولټاكنو له لاري د خلكو د رايو په نتيجه كي منځ ته راغلي وي. په افغانستان كي د شاهي نظام له پرځيدونه وروسته تقريباً ټول نظامونه د مشروعيت دكلك بحران سره مخ وو، كودتايي او يو حزبي نظامونه له هغه ځايه چي د پردو د مداخلو او نيغ په نيغه تير ي په نتيجه كي منځ ته راغلي وو، نه يواځي دا چي د خلكو ملاتړ يي نه درلود بلكي عملاً دخلكو د مقاومت سره هم مخ شول چي بالاخره د همدي مقاومت په نتيجه كي له منځه ولاړل، دي نظامونوافغانستان د نړيوالو او سيمه ييزو ځواكونو او ټلوالو دسيالي په ډګر بدل كړ او په پايله كي د پردويو دتيري په وړاندي دافغانستان دخلكو مقاومت په يوي سختي ورانونكي كورني جګړي واوښت. نولدي امله ويلي شو چي دا نظامونه چي په زور واكي متكي وو هيڅ رنګه مشروعيت يي نه درلود. خو هغه مهال چي د ډاكټر نجيب حكومت د استاد رباني په مشري د يوي قومي او ژبني اوسيمه ييز تعصب درلودونكي ټلوالي د كودتا په نتيجه كي له منځه لاړ او واك استاد رباني او بيا طالبانولاس ته ولويد او افغانستان د يوي بشپړي كورني جګړي په ډګر واوښت نو افغانستان كي قدرت خپل مشروعيت په بشپړه توګه له لاسه وركړ. خود طالبانو ترپرځيدو وروسته افغانستان دنړيوالي ټولني په مرسته د قدرت دمشروعيت په لور خپل لومړني ګامونه پورته كړل، په منځ مهاله او انتقالي دوره كي د بيړني لويي جرګي او د اساسي قانون دلويي جرګي له لاري د اساسي قانون په تسويد اوتصويب په افغانستان كي د قانون واكمني ته لار پرانستل شوه، دهمدي قانون په رڼا كي دافغانستان د ولسمشري اوبيا د ملي شورا لپاره ټولټاكني ترسره شوي، او افغانستان تر دري لسيزو كورنيو جګړو، شخړو او ستونزو نه وروسته د لومړي ځل لپاره د يو ټاكل شوي ولس مشر او پارلمان خاوند شو. نو څرنګه چي د افغانستان اوسني دولت د خلكو د نيغ په نيغه رايو په نتيجه كي منځ ته راغلي او يو ټاكل شوي پارلمان په هيواد كي شتون لري نو ويلاي شو چي دا حكومت د افغانستان په اوسني تاريخ كي په پرتليزه توګه تر پخوانيو حكومتونو له زيات مشروعيت نه برخمن دي پورته يادونه مي ځكه وكړه چي څه موده دمخه برهان الدين رباني د پيام مجاهد اوونيزي سره د يوي مركي په ترڅ كي ويلي دي چي دافغانستان اوسني دولت خپل مشروعيت ورو ورو له لاسه وركوي. د ياودوني وړ ده چي تردي دمخه هم رباني د يوي تاجكستاني ورځپاڼي سره په مركه كي ورته څرګندوني كړي وي او د افغانستان اوسني دولت يي خلكو د هيلو خلاف ګڼلى وو.  نيوهيږم د رباني له نظره د مشروعيت معيار څه شي دي، دا په داسي حال كي ده چي رباني هيڅكله د خپلي واكمني په مهال د قدرت مشروعيت ته پاملرنه نده كړي، او له همدي امله د رباني له خولي دمشروعيت خبره ډيره عجيبه بريښي. لكه څرنګه چي دمخه وويل شول رباني د ژبني تعصب پربنسټ جوړي شوي يو ټلوالي د كودتا په پايله كي واك ترلاسه كړ، او بيا د واك د ساتلو په هلوځلو كي يي افغانستان ديوي ستري وراني او لويي غميزي سره مخ كړ، نو نه خو رباني واك د مشروعي لاري لاس ته راوړي او نه يي د خپلي واكمني پرمهال د واك مشروعيت ته كومه پاملرنه كړي. البته دوه وغوښتل چي د شوري اهل حل وعقد په نامه د يوي فرمايشي جرګي له لاري خپلي زورواكي ته مشروعه بڼه وركړي، خو دده دا لوبه هم ناكامه شوه او ده ونشول كولاي خپله واكمني په خلكو ومني. د رباني دواكمني پر مهال افغانستان عملاً د تجزيي دګواښ سره مخ وو، په يوه هيواد كي بيلابيل بانك نوټونه ماركيټ ته راووتل او ټول هيواد په بيلا بيلو او خپلو منځو كي په جګړي اخته واكمنيو وويشل شو، د افغانستان ټولي ملي شتمني ،لرغوني اثار ولوټل شول، د افغانستا څو سوه كلنه ملي اردو له منځه لاړه اود داړه مارو ډلي په ټول هيواد كي خوري شوي، په دي دوره كي نه د چا ژوند خوندي وو، نه مال اونه ناموس. نو دافغانستان په اوسني تاريخ كي كوم حكومت چي هيڅ مشروعيت يي نه درلود او په بشپړه توګه دخلكو د هيلو خلاف وو هغه پخپله د رباني حكومت وو. رباني د پيام مجاهد سر په خپله مركه ښاغلي كرزي په دي تورنوي چي ګواكي يو څو سيكولر وزيران يي كابيني ته معرفي كړي او مجاهدينوته جنګ سالار وايي. په دي هكله بايد ووايم چي دا كرزي ندي چي مجاهدينو ته جنګ سالار وايي بلكي د قدرت سره د رباني ليونى مينه وه چي مجاهدين يي په جنګ سالارانو واړول او دافغانستان د سپيڅلي جهاد نيك نوم يي په بد نوم بدل كړ او بالاخره خلك د مجاهدينونه دومره زړه توري شول چي پاكستان دا فرصت وموند ترڅو د طالبانو خپله پروژه پلي كړي چي په نتيجه كي استاد د جمهوري رياست د څوكي سره يوځاي د بدخشان دنګو غرونو ته وتښتيد او د سپتامبر د يولسمي نيټي نه وروسته د B/52 سره يوځاي بيرته را ښكته شو او يو ځل يي بيا هڅه وكړه چي د قدرت كرسي وساتي خو دبن نه د ښاغلي قانوني يوتلفوني امر دي ته اړ كړ چي كه زړه يي چوي كه پاتي كيږي دا كرسي خوشي كړي. رباني په دي توګه غواړي يو ځل بيا ځان ته اسلامي څيره وركړي، خو خلك نه غوليږي، خلك په دي پوه دي چي د استاد يواځيني اجنډا قومي اوژبني تعصب دي، نه يو رښتوني اسلامي نظام. همدا قومي اوژبني تعصب وو چي جنرال دوستم، دپرچم دكارمل فركسيون او اخواني رباني يي په يوه نامقدسه ټلواله كي سره راټول كړل او د روس ، ايران او پاكستان په ملګرتيايي دافغانستان د وراني بنسټ كيښود، او ښايي همدا لامل وي چي پرون لطيف پدرام دافغانستان دولت نامشروع باله اونن يي رباني بولي. ",رباني اومشروعيت 2046,," طالبانو د يوې خپرې شوې بيانيې په ترځ کې افغان دولت ته خبردارۍ ورکړى چې په دغه هېواد کې د نجونو ښوونځيو ته امريکايي عسکر له ننوتو څخه منه کړي .د پاکستان د ( ان ان اى) خبرى رسنۍ د طالبان د يو وياند ( محمد حنيف ) له خولې په خپره شوې بيانيه کې نن ويلي ، په افغانستان کې د زده کړې تګ لاره بايد سياسي نه شي او که دنجونو له درسى پروګرام څخه ځينې ټکي لري نه شي ، ناوړه راتلونکى پايلې به يې ددولت په غاړه وي. پر بيانيه کې ددولت غندنه شوې چې امريکايان او تيرې کونکى د زده کړې په تګلاره کې لاس لري .وياند په ټينګار سره ويلى چې دغه بربند تيرى د افغانستان خلکو ته دمنلو وړ نه دى . پر دغه بيانيه کې طالبانو د اسلامى حجاب د نه شتون ، د زده کړو له مرکزونو څخه د امريکايانو ليدنه اود زده کړې پر غير اسلامى سيسم باندې ټينګې نيوکې کړې او دايې هر مسلمان افغان ته د نه منلو وړبللي. ", امريکايى عسکر دنجونوښوونځيوته بايددننه لاړنه شي 2047,," نن له غرمې يو څه وړاندې د عراق د موصل ښار د پوليسو يو مرکز ته څيرمه د موټر بم درنده چاودنه وشوه چې په کې څه ناڅه ١٥ تنه پوليس و ژل شوي او يو شمير نور ټپيان شوي دي. د دغه چاودنې نور جزيات لا نه دي خپاره شوي . ",د موصل په چاودنه کې ١٥ تنه وژل شوي دي . 2048,," دهلمند په ګرشك ولسوالۍ كښي  تيره شپه  دطالب جنګياليو لخو ا  دبندبرق پرپوستې  بريد وشو چي په نښته كښي  ددولتي  چارواكو په وينا ودوې ته هيڅ زيان نه دى رسيدلي ، خو دګرشك ولسوالۍ  جنائې چارواكي وايې چي دوى ته  خبر رسيدلي چي  په دغه نښته كښي  دوه طالبان وژل شويدي  چي طالب  ځواكونو خپل وژل شوي جسدونه  له ځانه سره وړي دي . هلمند دهېواد يوله ناامنه ولايتونوڅخه دى چي  دطالبانو لخوا هميشه  ورباندى بريدونه كيږي   چي  دواړو خواته  هميشه دسرزيان رسيږي .                                                                                                                                                                                                           ع : نورزى   ",په هلمند كښي دوه تنه طالبان وژل شوي 2049,افغان ولسپال ځوانان," دولسي جرګې درنو غړو ته دزړه له تله سلامونه او ښې هېلي! وروسته ! درنووکيل صاحبانو! کرزى دخپل سياست په هغه پړاو کې دى چې نور نه ورته دتمې  سترګې اوړي او نه به هم هغه څه وکړي چې دملت مادي او مانيزې ګټې په کې خوندي وي.کرزى ډېر ځله وازمويل شو او بياچې هم وازمويل شي نو پايلې به يې دتېر په څېر  منفي راوزي. خوداځل چې کرزي خپله نوې کابينه په لږ ادلون بدلون ستاسي درايو داخيستلو په موخه ولسي جرګې ياهغه ارګان ته چې تاسي يې غړي او هره يوه رايه يې، که منفي وي او که مثبت ددغه هېواد او خلکو لپاره حياتي ارزښت لري، وړاندي کړې نو تاسي هم دازمون له يوه بهير څخه دتېرېدلو په حال کې ياست. اوس به له يوې خوا ددغه ستر او واکمن ارګان دصلاحيت په اړه خلکو ته معلومات وشي او له بلې خوابه تاسي هم وازمويې، چې ايا هغه څه تر لاسه کولاى شئ چې خلک يې غواړي او که يواځي د ډالري معاش په تنده کې تر دغې سترې ادارې پوري راغلي ياست. په اوس مهال کې که تاسي له  يوې خوا خدايي مسوليت لرئ، مګر له بلې خوا څخه ددغه هېواد او خلکو په وړاندي هم تاسي مسوليت لرئ چې بايد په سمه توګه يې ترسره کړئ. خو که تر بل هرچا ستاسي مسوليت زيات دى  نو له دې سره مو تر بل هر سړي واک هم ډېر دى او دهغه له مخې تاسي هرډول پرېکړه کولاى شئ، او داځکه چې قانون له تاسي سره دى  او هغه څه کولاى شئ چې بل څوک يې تصور هم نه شي کولاى. ستاسي په مخ کې به ارومرو خنډونه هم شتون لري خو دخلکو هغه باورته په کتلو سره چې تاسي يې داسي يوه زورور او حياتي ارګان ته دخپلو استازيو په توګه وروپېژندلي ياست بايد هرڅه ته په زرغرده دهو يانه ځواب ورکړي او دخلکواو هېواد دمادي او مانيزو ګټو لپاره ګامونه اوچت کړئ. همدا اوس ستاسي يو کار دادى چې دښاغلي کرزي لخوا نومول شوې کابېنې ته رايې ورکړئ يايې رده کړئ ، يا يې ومنئ او يا يې هم دبدلون غوښتنه وکړئ. ستاسي په خوله کېداى شي هر ډول بدلون پکې رامنځته شي. خو ستاسي په مخ کې تر ټولو دپام خبره دخلکو هغه باور ته ځواب ويل دي چې تاسي يې خپل استازي نومولي ياست او دا به اوس معلوميږي چې دخلکو باور ته څه ډول ځواب ويلاى شئ. تاسي به اوس ژور فکر کوئ او بيا به دکرزي نومول شوې ماتې رنځورې کابېنې ته رايې ورکوئ.   درنو مشرانواووکيلانو! افغان ولس د ډېرو نورو هېلو تر څنګ له تاسي څخه ددې هېله هم کوي چې دکرزي دنوي نومول شوې کابينې په اړه دسالم وجدان قضاوت وکړئ   او که مو داسي وکړل نو داسي باور دى چې  کېداى شي دکابېنې له اوسني نوم لړ څخه يوشمېر څېرې ووزي. دا ځکه چې تاسي بايد دخپل مسوليت له مخې   هغو وزيرانو ته رايه ورکړئ چې ددغه هېواد او خلکو لپاره يې کار او زحمت کړى وي او هغه وزيران چې يايې په تېر مهال کې سم کار نه وي کړى او يا ورڅخه په راتلونکي کې دسم کار هېله نه کېږي  بايدردکړئ. څنګه چې په نورو وزيرانو کې ياکاري خلک شته او يايې سابقه سمه او يا هم يو مخيزه ګونګه ده نو موږ هېڅ هم نه وايو، تاسي او خپل خداى چې دخپلو خلکو  له باور څخه څه ډول ګټه اخلئ. خويوه خبره بايد په ياد ولرئ او هغه هم داطلاعاتو او کلتور دوزير سيد مخدم رهين په اړه پرېکړه ده . دايو رښتينى حقيقت دى چې تاريخ هغه څوک نه بښي چې له تاريخ جوړونکو سره خيانت وکړي. په اوس مهال کې که داخبره دبل چاپه اړه صدق کوي او که يې نه کوي خو داطلاعاتو او کلتور دوزير په اړه به يې ارومرو وکړي ،ځکه افغانان تاريخ جوړونکي دي خودغه وزير ددوى له ژبوتوکمونو او نورو تولو مادي او مانيزو ګټوسره خيانت کړى دى، موږ دلته ددغه سړي په تورو او کرغېړنو کړو وړو باندي هېڅ هم نه وايو خو که دهر سړي باور نه راځي نو((سيدمخدم رهين دقضاوت په تله کې )) نومى کتاب دي وروګوري چې دهېواد او هېوالوپه وړاندي يې څومره ستر خيانتونه کړي دي. که بل هر څوک دغه کتاب ورګوري او يانه خوپه ځانګړي ډول مو له وکيل صاحبانو او دپارلمان له غړو څخه داغوښتنه ده چې يو ځل بايد ارومرو ياد شوى کتاب ژر ژر تر سترګو تېر کړي، او دخپل وجدان په سترګو يوه سالم قضاوت ته لاره پرانيزي ،چې  له هغه وروسته بياموږ هېڅ هم نه وايو يا رهين رايې وکړي او يايې نه ورکوي. دلته که چېرته له هېواد، ژبو او توکومونو سره دسيدمخدم رهين خيانت ته تفصيل ورکوو نو پيغام به مو  په يوه اوږده ليکنه بدليږي خو دومره درته وايو چې دخپل وجدان له مخې او دخپل ايمان  پر بنسټ پرېکړه وکړئ. په اخر کې يو ځل داهم درته يادوو چې که مو سيد مخدوم رهين ته دهو رايه ورکړه نو هېڅکله به مو دغه دردېدلى ولس، تاريخ او دغه خاوره  ونه بخښي. په ډېر درنښت افغان ولسپال ځوانان دګران هېواد له ګوټ ګوټ څخه   ",دولسي جرګې په نوم دافغان ولسپال ځوانانو پيغام 2050,اهتشام افغان - انګلستان," اهتشام افغان - انګلستان . . . او په پنجشیر کی د جمعیت د مشر برهان الدین ربانی له اړخه دجهاد دپیلامی ګواښ دمارچ د ۲۳ می یعنی د هغی ورځی را پدیخوا چی د کرزی د حکومت له اړخه ولسی جرګی ته د کابینی او قضایه قوی د غړو نوملړ وراستول شوی د هیواد په ځینو سیاسی کړیو کی یی یوډول حساسیتونه را پارولی چی د هغی جملی څخه د جمعیت د ګوند مشر برهان الدین ربانی هم جدی عکس العمل ښوولی دی . هغه په خپل لمړنی عکس العمل کی د کابینی نوملړ او پګی شوی بدلونونه په کلکه غندلی او تر څنګ یی یوځل بیا دخپل زعم له مخی د جهاد دپیلامی ګواښ کړی. لکه چی په خبر کی راغلی دی ؛ «دجمعیت اسلامي مشر برهان الدین رباني نن دپنجشیر په ولایت کې دنوي کال دنوې ورځې په اړه په جوړه شوې غونډه کې وویل چې دجهاد او مقاومت دسپکولو لپاره دا مهال خوځښتونه وینو چې په یوه نوم نه په یو نوم مو جهاد سپکوي. رباني وویل چې دپنجشیر میړنیو خلکو په جهاد کې میړانه ښکاره کړې او که بیا هم ورته ضرورت شي نو دریغ به یې نه کړي نوموړي پارلمان ته دکابینې دوړاندې کولو او په کابینه کې دوزیرانو په اړه وویل چې پارلمان به هغه وزیر ته دباور رایه ورکوي څوک چې پارلمان وړ وپیژني. پنجشیر ته له رباني سره قسیم فهیم، دپارلمان مشر یونس قانوني او گڼ شمیر دشمالي ټلوالی نور جنګی مشران هم مل و ». (پښتو ویب سایتونه ۲۶مارچ). د کابینی په دغه نوملړ کی د لږ ځه ښکته پورته کولو تر څنګ ټولی هما غه پخوانی څهری دی چی د کرزی د ټاکنی وروسته د کرزی تر څنګ کار کوی . یواځی یوه څهره په کی په مکمله توګه د کابینی څخه لری کړل شوی او هم دغربیانو له اړخه د شورای نظار د سکتارستی –ستمی ډلی اخری تو کی ګڼل کیده . د ربانی امیدونه هم د همدی توکی سره تړلی و . ځکه چی ددی مهری په واسطه یو زیات شمیر ستمیان او په ژبنی تعصب ککړ عناصر د ګران هیوا په ټولو بهرنیو پو ستونو باندی مسلط او هر پښتون افغان ورته په خپلو عینکو کی پاکستانی په نظر ورته . د بله اړخه که څه هم عبدالله د خپل دغه ور اعطا کړل شوی پوست د سا تلو په خطر د غربیانو او په ځانګړی توګه د امریکایانو خدمت د بلیر او جیک ستراڅخه ( چی پخپله انګلیسان یی د بوش سپی بولی ) هم په پورته سویه کاوه، خو د نظار د سکتارستی کمونستی ډلی دټولو هغه تړونونو ساتنه چی د ایران ، مسکو او هندوانو سره یی درلودل د همدی مهری له خواپوره پوره تر سره کیده . ان تردی چی په ۲۰۰۲ عیسوی کال کی عبدالله په خپلی یوی مرکی کی د امریکا غږ را دیو ته د روسانو څخه د افغانستان د لس کلن تپل شوی جنګ د تاوان په هکله په څرګنده او په ډاګه وویل چی هغه تعاون او بسپنه چی روسانو د نظار د شورا د سکتاریستی ډلی سره دداخلی شخړو په وخت کی کړی هغه د هغی تاوان په بدل کی کافی ګڼل کیږی چی افغانستان یی د روسانو څخه باید وغواړی. همدا راز عبدالله په هر مطبو عاتی کانفرانس کی د ایران د ګټو څخه داسی دفاع کړی چی د افغانستان د ګټو څخه یی هسی تر اوسه پوری نه ده کړی. هغه د ایرانیانو هغه بربنډی مداخلی او نظا می کومکونه چی د شیعه ډلو او پخپله دغی ستمی ډلی سره یی د پښتنو په مقابل کی کړی ټولی روا اوپه ځای ګڼلی او همدا اوس یی هم د ربانی اوقانونی له لاری روا ګڼی . هغه اوس هم دغه پوست ته د روسانو ، هندوانو او ایرانیانو ګډ کاندید و . خو امریکایانو او غربیانود ایران سره د راپورته شوو جنجالونو د په نظر کی نیولو په اساس په ګډه پریکړه و کړه چی ځمکه همواره کړی او ددغه مهری څخه هم ځان په مکمله توګه خلاص کړی. د ایران رژیم تل د افغانستان په کورنیو چارو کی لاس وهنه کړی او تر پا کستانه زیات د لږکیو او په ځانګړی توګه د تاجکو ، ازبکو او هزارو (فارسی ژبو ) ملاتړ یی کړی . چی څرګند مثال یی په افغانستا ن کی د ډاکتر نجیب الله د رژیم د را پر زیدو وورسته په کابل کی د حکمتیار د حزب اسلامی تر مشر ی لاندی دیوه حکومت د جو ړښت څخه مخنیوی کول و. د هغه وخت د ایران ولس مشر رفسنجانی د جمعی د لمانځه په غونډه کی په ډاګه وویل چی مونږ په کابل باندی د پښتنو د حکومت د جوړښته څخه مخنیوی و کړ. او د هغه وخت دشمال د ایتلاف یوه( پښتون) ګډونکی چی درفسنجانی په غونډه کی د ټلوالی د نورو ګډونکونکو سره یوځای ناست ولیکونکی ته وویل ،چی رفسنجانی مونږ ته په غونډه کی وویل چی مونږ د ومره کولای شو چی د پښتنو د واکمنی څخه مخمنیوی وکړو خو کله چی درفسنجانی توجه دی لوری ته راواړول شوه نو سمدستی یی د خپلی خبر ی د اصلاح په خاطر وویل چی د هغه مقصد د شریرو پښتنو څخه دی . او په همدی تر تیب هغوی د پښتنو پلار او دنوی او معاصر افغانستان بنسټ ایښوونکی احمدشاه ابدالی ته د غل او لاره شکونکی خطاب کوی ). ایرانیانو دپښتنو د حکومت د مخنیو ی پر خلاف د جبل السراج ایتلاف د مسعود د نظار د شورا ، ددوستم د کمونستو ملیشو ، د پرچم د ګوند دتښتیدیلو عناصرو او د شیعه متعصبو ډلو تر میځ جوړ او رامنیځته کړ. همدا راز د ایران رژیمونو تل هڅه کړی چی افغانستان د فارسی ژبو هیوادنو په ډلی کوی را څیرمه او تل یی په خپلو تبلیغتو کی زمونږ هیواد د فارسی ژبو هیوادنو (ایران ، افغانستان ، تاجکستان ) په ډله کی را ښکیل کړی . ان تردی چی ایران د شیعه هزاره ګانو له پاره د هزارستان په نوم یوه نقشه جوړه کړه چی د هغی لاری څخه یی ددی سیمی پښتانه د هزارو د سمیو څخه په پوره قساوت او بی رحمی سره وویستل ، د هغو د ښخو تیونه یی پری کړل او د ناروینو په سرونو کی ورته میخونه ټکوهل. او دا ټول د ایران په مرسته او ملاتړ تر سره کیدل. همدا اوس ایران په مستقیمه توګه ددغه ایتلاف کلک ملاتړی دی او شیعه هزارو ته یی مشوره ورکړی تر څو د ایران پولی ته نژدی ولایتونو لکه هرات کی د سنییانو او پښتنو ځمکی راونیسی او لکه د اسرایلو په څیر پښتانه او سنیان هم دخپلو سیمو څخه بی ځایه اوهغه ولایات هم د هزاره ګانو په سیمو بدل کړی تر څو ایران تر ی خپل اهداف په ښه توګه تر لاسه کړی . د ایران د رژیم سره ددی ټولو موښو په تر سره کولو کی دغه سکتاریستی ډلی هم ګډون لری . ددی تر څنګ ایرانیانو نه یواځی دا چی په ایران کی میشته سنیان په ډیر ه بی رحمی سره د خپلو حقه حقوقو څخه بی برخی کړی بلکه د هغوی د مساجدو په ورانو لو یی هم صرفه نده کړی چی مهم مثل یی د مشهد د فیزی مسجد دی چی پخپله د خامنه یی د ولس مشری په دوران کی دشپی دشپی له منځه ولاړ او پر ځای یی د عیش و عشرت پارک جوړ کړل شو. چی په دی ظالمانه کار هیچا هم نیوکه نه خو وکړه او نه یی کولای شوه. اما که چیر ی په افغانستا ن کی یو هزاره شیعه ته چاد خپلو حقه حقوقو د اخستلو له پاره سترګی هم برګی کړی نو ټول ایران به ورپسی را خوزیږی او دا کار د ایران د رژیم د استعماری ځانګړتیاو یوه ستره برخه جوړوی . ځکه ایرانیان هم غواړی د د غربیانو په څیر په هر ځای کی خپل مهر ی ولری . او افغانستان خویی د ستراتیژیکو ژورتیاو یو ه برخه ګڼل کیږی . او د همدی ستراتیژیکو موښو په خاطر هغه ایران چی امریکایی یی لوی شیطان ګاڼه ، په افغانستان یی د امریکایانو بربنډ او د جوازه پرته تیری په دی خاطر روا او په ځای و ګاڼه او خپلو لاسپوڅو ایتلافی ملګرو ته یی امر وکړ چی د امریکایانو د ځمکنی فوځ په څیر د هغوی د قومندی لاندی حرکت وکړی چی په افغانستان کی پښتون سنی حکومت جوړ شوی و. اوس که عبدالله د بهرنیو چارو د وزارت څخه ولاړ نو پر ځای یی ربانی او قانونی د ایرانیانو او روسانو د ګټو نه دفاع کوی اودخپلو واکمنیو د ساتلو په خاطر به ددغو هیوادونو د ګټو ساتنه کوی. هغه څه چی ربانی یی دی ته اړ کړ چی د د خپلو پخوانیو ملګرو ، قسیم فهیم او قانونی، په ملتیا پنجشیر ته سفر وکړی اوهلته ددی کابینی په هکله او د جهاد د ارزښتونو د دلاسه ورکولو په هکله د جهاد دبیاپیلامی ګواښ و کړی هغه دا نه دی چی په کابینه کی څوک راغلی بلکه دا په ډا ګه کوی چی د هغی سره د کړل شوو وعدو او امتیازاتو پر خلاف قدم اخستل شوی . او که نه اوس په کابینه کی د جمعیت او شورای نظار پوری اړوند یوشمیر وزیران او که په ډاګه وویل شی د تاجکو د قوم او فارسی ژبی وزیرانو ښایسته شمیره موجوده ده اود نورو تر څنګ دوه مهم پوستونه لکه د بهرنیو چارو او کونیو چارو وزارتو نه د فارسی ژبو تا جکو په لاس کی لویدلی دا چی د هغوی عقیده څه شی ده دا بیله خبره ده ده . خو د جناب ربانی دشرایطو یو اړخ پوره کوی ، پاته شول پښتانه . دا هسی هم یو لویدلی ؟؟؟ ولس دی چی د کرزی په څیر د یوه کمزوری ، ناتوانه او د بل په اوږو دسپور قیاد ت خاوندان دی او کرزی ته په دی خوشحاله دی چی هغه پښتون دی په داسی حال کی چی کرزی د پښتو د ژبی په ویلو هم شرمیږی . هغه په هیواد باندی د ایرانی فارسی ژبی ته د ملی رسمی ژبی حیثیت په نه اعلان شوی تو ګه منلی او که همدا یی حال وی نو په نږدی راتلونکی کی به د پښتنو د بل مشر ظاهر خان په څیر د پښتو ژبه هم له یاده و باسی او یواځی د ضرورت په وخت کی به وایی چی زه هم پشتون یم ؟. هغه دومره کمزوری او ناتوانه دی چی په پښتو ژبه ملی ترانه چی داساسی قانو ن تصویب شوی ماده ده هم پلی نه کړای شوه . واه واه په دا بی غیرته پښتونولی چی کرزی یی لر ی او په دی روڼ اندو پښتنو چی تر کرزی پوری خپلی هیلی نښلوی ...؟ زمونږ دغه روڼ اندی اوس په ګیلو لاس پوری کړی ، ډیر وخت دا ګیلی په انټرنیټی سایتونو کی تر ستر ګو کیږی . کله لیکی چی نن په تلویزون کی پښتو ته دا سپکاوی وشو ...نن د شهروند لفظ استعمال شو او پرون د ناګفتنی ها په هکله د ګفتنی ها ځواب ګورو...په کابل کی پښتو ژبی مکتبونه نشته بلکه پښتنو کوچنیانو ته په زور په فارسی ژبه زده کړه ورکول کیږی او،... ددی پښنو لیکوالانو سره د سر دتللو غم نشته خو د خپلو غوږو د تللو غم کوی ..... ملت خو بی له هغی هم په غم کی سوځی . د روسی زبر ځواک نه د همدی پښتنو په وینو افغانستان ازاد شوی او د همدی پښتنو د وژلو لپاره د دوستم د ګیلم جم ملیشی په پوره ډاډ د همدی کاغذی قوماندانانو له سیمو څخه په ازاده توګه را تیریدی او د همدی پښتنو سیمی د همدی کمونستو پیلوټانو له خوا بمباری کیدی او.......... خود میلیونو شهیدانو په ورکولو سره لا تر اوسه د روسانو ، هندوانو او ایرانیانو د همدی ایتلافی ګډ جال او د هغوی د پاته شونو په واسطه د خپل واک خاوندان نه شول او دادی اوس یی د ایتلافی ځواکونو له خوا کور کور لټول کیږی، زندانی کیږی او د طالب او حزبی او یا القاعدی په نوم ربړول کیږی. او همدغه پښتون کرزی پری هغه نادودی کوی چی پردی یی پر ی نشی کولای. او که نه د کرزی په لاسو کی ډیرښه او طلایی مواقع او فرصتونه و او شته چی کولای شی د همدی بین المللی استعمار ی ځواک څخه د همدی ملت او ولس دښمنو ځواکونو پر خلاف کار واخلی او یوه وزینه او په زړه پوری کاری کابینه چی شمیر یی د ۱۲ یا ۱۳ کسانو په شاوخوا کی د تکنکراتانو څخه وی جوړه کړی وای او بیا یی ولسی جرګی ته وړاندی کړی وای . اودغه ډول ستکتاریستی ، په ژبنی تعصب ککړ ، ماویستان او....... ته یی په ولس د حاکمیت چانس په لاس کی نه وایی ورکړی . که د اوسنی کابینی نوملړ ته ځیر شو نو په کابینه کی همد اوس نزدی اوه کسه شعلیان ( ماویستان ) د ( دادفرسپنتا، ابرهیم عادل ، امین فرهنګ ، دادفر ، سفری ، نوراحمد قرقین ، او ثریاصبریک ) او څو کسه پر چمیان لکه عبدالله رامین او اتمر او خلقیان لکه امیرزی سنګین او یو شمیر هزاره ګان چی ډیر یی شعلیان، پرچمیان او ستمیان دی او یو شمیر نور یی د نجات د جبهی پوری اړوند بی مفکور ی و ګړی او د جمعیت اسلامی د سکتارستی ډلی پوری اړوندی په ژبنی تعصب ککړی څهری دی. او د پښتنو ونډه په کی ډیره کمه او د نشت سره برابره ده په داسی حال کی چی پښتانه د افغانستان ډیرکی او د افغانستان ساتونکی او د سختیو په وخت کی په خپل هیوا د سر شیندونکی دی . یواځی رحیم وردګ ددفاع د وزیر په څیر نومول شوی چی موجودیت یی د نظار د سکتارستی ډلی د جنرالانو تر منځّ لکه د ممیبز د بیخ د ډکی په څیر دی او د احدی او نورو په څیر به نو څه ووایو ؟؟؟ د بله اړخه دا کابینه پخپله د کرزی کابینه نه ده او نه کرزی ته ددی واک ورکړل شوی چی کابینه ځانته حوړه کړی . دا دبین المللی ځواکونو او په سر کی یی د امریکایی او انګلیسی ځواکونو په لاسو جوړه شوی کابینه ده چی کرزی یی وړاندی کوی او کرزی د خپلی واکمنی په خاطر مجبور دی دا کار و کړی . بین المللی استعماری ځواکونه په دی خاطر افغانستان ته راغلی چی دلته او په دی هیوا د کی د په اصطلاح د بنسټ پاله اسلام نه مخنیوی وکړی نو هغوی به څنګه دا هضم کړی چی په افغانستان کی اسلام او مسلمنان په خپله خوښه حکومت وکړی . د بین المللی استعماری ځواکونو عکس العمل که د مرتد شوی عیسایی عبدالرحمن په هکله و کتل شی نو په ډاګه کیږی چی افغانستان که پخوا روسانو د کمونیزم په غیږ کی ور غورزولی و خو اوس غربیانو د صلیب په دړه کی را ځوړوندکړی . څوک شته چی مرتد شوی کس ته سزا ورکړی ، بکله هغه به خوشی کړل شی او ان تر دی چی ددی امکان شته چی د هغی له پاره د عیسوی عبادت ځای د جوړولو کار هم ددولت او ایساف د ځواکوانو له خوا او هم یی امنیت د همغوی له خوا سنبال شی . او پخپله جناب ربانی او جناب سیاف ددی په خاطر چی د بنسټ پالی تهمت یی له غاړی لیری شوی وی د سرو قالینو په خپرولو سره ورته ښه را غلاست ووایی. په هر صورت د تعجب وړ داده چی ولی په دی کابینه باندی نیوکی وشی ؟ دا باید و کتل شی چی په افغانستان باندی حاکم څو ک دی؟ او هغوی څه غواړی؟ افغانان په خپله خاوره څومره حاکمیت لری ؟ او په کومه درجه واقع شوی دی ؟ زمونږ حکومتو نه د چا له خوا جوړیږی او قوانین په کی د چا له پاره تحریف کیږی؟ په وطن مین او دردمند افغانان باید په دی فکر وکړی چی ایا افغانستان زمونږدی او کنه ؟ که ځواب داوی چی بلی زمونږ دی نو باید د پورته سوالونو او پو ښتونو له پاره ټول روڼ اندی او لیکوالان د خپل ولس د اذهانو د روښانتیا له پاره هلی ځلی وکړی او د پر دیو د استعمار نه یی د خلاصون لاری و موندل شی . هغوی چی فکر کوی د امریکایانو پرته په افغانستان کی نظام ټینګښت نشی موندلی په خطا تللی دی . څه شولی زمونږ هغه ستری تاریخی لویی او وړی جرګی ؟ ایا دانظامونه مونږ په خپله نشو جوړولای ؟ او ایا د احمدشاه ابدالی په څیر مونږدخپل نظام د جو ړولو جو ګه نه یو ؟ تر څو به امریکایان او انګلیسان مونږ ته زمونږ نظامونه جوړوی ؟ انتخابات به راته کوی ؟ لویی جرګی ، ولسی جرګی او دمشرانو جرګی به راته جوړوی ؟ زمونږ افتخارات به راڅخه وړی ؟ او ددی استعمار ی ځواکونو په غلامی کی به تر اخره پوری د قلندری شپی تیروو؟ خپل ولس به دپردیو په لاسو د جوړ شوی حاکم نظام اود خپل سرو او په زور راننوتو په اصطلاح میلمنو د مخالفت په نوم وژنو آو...............؟ د کابینی تر څنګ دنوملړ په لړ کی د ستری محکمی د ټاکنو په هکله هم جدی بدلونو نه تر سترګو کیږی. یواځی مولوی فضل هادی شینواری ددی محکمی دریس په توګه د پخوا نیو و ګړو څخه پا ته شوی چی په هغه هم د هیرالډ ټریبیون د ۲۷ دمارچ په ګڼه کی یو لیکونکی سختی ټکی کړی چی باید کرزی یی ژر تر ژره له دغه پو سته لری کړی او پر ځای غربی حقوق پوه،بهاالدین بها، چی د اسلام د حقوقو به هکله پوره نابلده دی د محکمی د ریس په توګه ور وپیژندل شی تر ځو د افغانستان څخه د بنسټ پالی قضایی شکل او صورت په مکمله توګه له منځه ولاړ شی . او ځایی دیموکراته غربی حقوق پوهان و نیسی . هغوی غواړی زمونږ قضایی نظام د لایکی او سیکولر پوهانو په غیږ کی پروت وی همدا علت دی چی زمونږ د قضایی مامورینو د روزلو کار د ایتالی حکومت ته سپارل شوی دی چی تر اوسه پوری یی نژدی ۱۵۰۰ کسان روزلی او نور یی د کورسونو د اتمام په حال کی دی . د بین المللی استعماری ځواکونو موقف په دی هکله د مرتد شوی شخص په قضیه کی پوره را څرګند شوی او ان تر دی چی ځینو هیوادو یی اعلان وکړ چی د هغو ی د فوځونو موجودیت دقضا د اصلاح پوری اړوند دی او که مرتد شوی وګړی په ډیره کمه موده کی ازاد نشی نو خپل فوځونه به له دغه هیواده و کاږی او اقتصادی بندیزونه به پری ولګو ی چی په دی هکله د جرمنی ، امریکا، استرلیا، ایټالیا، او ......... هیوادونو مواقف په ټولو رسنیو کی په ډاګه را غلی دی. او همدا اوس ددی لیکنی په وخت کی ۲۷ د مارچ د انګلیس صدراعظم په استرلیا کی اعلان وکړ چی د نړی او دیموکراسی ستر دښمن اسلامی بنسټ پالی تشکیلوی او مونږ په همدی خاطر غواړو د اسلامی بسنټ پالی مقابله وکړو او ددی خطر مخه و نیسو ( داافغانستان د قضایه قوی اصلاح یی مهم مقصد او هدف دی ). دا چی تر اوسه پوری یی ولی دا ملایان په قضایه قوه کی سا تلی و په خپله ځانته بحث دی . خو دومره باید وویل شی چی دغه کار ته هم کرزی او هم بین المللی ځواکونو اړتیا درلوده ، هغوی و توانیدل تر څو د همدوی په موجودیت کی د بهرنیو ځواکونو شته والی ته شرعی بڼه ورکړی او د بهرنیو استعماری ځواکونو په مقابل کی د ولس د ایمان او جهاد روحیه سړه او یخه و ساتی . نو همدا اوس یی چی د هیواد په ټوسل سیستم باندی پوره واکمنی پیدا کړی ده نو نوریی دغه ملایانو ته هم اړتیا نه لیدل کیږی په دی اسا س یی هم دوی د فتوا د ورکولو څخه وویستل او هم یی د خپل دغه منصب څخه چی د خپل شتون په خاطر یی دوی ته وربښلی و په پوره ذلت سره لیری کړل او په ځای په غرب کی لوی شوی خپل ډاډمن کسان و ګمارل. ددی تر څنګ هم کرزی او هم بین المللی استعمار د په اصطلاح دغه جهادی رهبرانو لکه ربانی ، سیاف، مجددی ، ګیلانی ،محسنی او خلیلی څخه هغه ډول چی غوښتل ګټی وا خستی او دوی یی په هر ځای کی لکه د کونډو ښځو په څیر ، د بهرنیو ځواکونو د موجودیت د شرعی کیدو او تر څنګ یی د کرزی حکومت ته د مشروعیت دورکولو په خاطر د هغه تر څنګ کښینول . اوس چی ددوی دوران تیر شو او دوی ته د خپل خدمت د مکافاتو په بدل کی د امریکایانو او انګلیسانو لخوا معقولی ډالری تنخواګانی ورکول کیږی نو اوس د بی عزمه او کمزوری او بی زړه سیاست خاوند او تل عمر په موامرو او سازشونو کی را ګیر ، د پردیو په اوږو سپور برهان الدین ربانی په کوم حیثیت د پننجشیر د جنګیالیو تر مینځ د جهاد او د هغی د ارزښتونو خبره راسپړی او د جهاد د پیلامی ګواښ کوی او وایی چی که اړتیا ولیدل شی نو دوی به بیا ځان ځارنی ته ورودانګی او هغه هم د قسیم فهیم او قانونی په څیر دداړه مارانو تر مخ؟ څومره ښه یی ویلی دی چی ؛«ازموده را ازمودن خطا است». ", د نوی کابینی او قضایی قوی د غړو نوملړ؛ 2051,," د افغانستا د شمال د لويې لارې ساتونکو د بغلان د کيله ګى په دشته کې د ملى اردو له يو موټر څخه ٣٠٠ کيلو ګرامه نيشه يي توکې چې په کڅوړو کې ځاى پر ځاى شوي وو، نن ترلاسه کړل. همداشان د دواړو لورو ترمينځ ډزى هم شوې او د اردو موټر چلونکى د پېښې له ځاى څخه تښتيدلى دي . د شمال د لويې لار مشر جنرال خليل وويل : پېښه هغه وخت رامينځ ته شوې چې د اردو موټر د تلاشۍپر مهال له دريدلو څخه ډډه کړې ده . له دې وړاندې په قندهار، زابل، هرات او يو شمير نورو سيمو کې د اردو او پوليسو له موټروڅخه نيشه يي توکي ترلاسه شوي او په لوړ پوړو چارواکو تور لګول کيږي چې د نيشه يي توکو په قاچاق کې پوره لاس لري . ",د ملى اردو له موټر څخه نيشه يي توکى تر لاسه شوي 2052,," داکتر عبدالله چې نن يې يوې خبرې ناستې ته بهرته د خپل سفر په هکله خبرې کولې داو نه منله چې له افغان ولسمشر حامد کرزى سره سياسي اختلاف لري. ده وويل چې د کرزي له خوا ورته د يو شمير لوړ پوړو دولتى دندو وړانديز شوى وو ، خو ده په دې نه ده منلې چې د ده پر وينا دى په بهرنيو چارو کې تخصص لري . ده وويل چې دى نه پوهيږى چې ولې يې نوم د کابينې له نوم ليک څخه لرې شوى دى ؟ ده داهم ونه يل چې په راتلونکى کې به څه کوي ؟ د عبدالله په هکله چې څلور کاله د بهرنيو چارو وزير پاتې شوى وو،ويل کيږي چې په وزارت او دهېواد نه بهر په د يپلوماتيکو څانګو کې ډيره د يوې ډلې داسې کسان په دندو ګمارلي وو چې کاري وړتيا يې نه لرله او نه له پوره سواده برخمن وو . دا هم ويل کيږي چې عبد الله د ولسى جرګې له مشر يونس قانوني سره هم يو لړ اختلافات لري . يو شميرشنونکى وايې عبدالله تر ډيره بريده بهرنى سياست د خپلې ډلې په لور څرخاوه او د دولت عمومى تګلارې ته يې کمه پاملرنه کوله .عبدالله وويل له وزارت څخه د ده ګوښه کېدل د ده د سياسي عمر پاى نه بلل کيږي . ",د بهرنيو چارو تلونکى وزير ناخوښۍ دى. 2053,,"   خبري سرچینې وایي چې یوه امریکایي چورلکه تیره ورځ دننگرهار په سپین غر کې لویدلې خو تر دې دمه دمرگ ژوبلې خبر ندی ورکړل شوی. ",په ننگرهار کې یوه امریکایي چورلکه پریوتې. 2054,,"   دملگرو ملتونو دنړیوال خوراک پروگرام له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دجاپان هیواد له دغې ادارې سره درې ملیونه ډالره مرسته کړې دوی وایي چې دا مرسته به اړو افغانانو سره وکړي ٣٨٨٠ میټریک ټنه به وریځې او ٥٠٠ میټریک ټنه به پرې نخود واخلي دغه اداره وایي مرسته به معیوبینو او دښوونځیو له زده کونکو سره وکړي. ",دملگرو ملتونو دخوراک پروگرام سره جاپان مرسته وکړه. 2055,," د افغانستان د لويې څارنوالى مرستيال محمد اسحق الکو بينوا ته وويل چې عيسوى شوى عبدالرحمن تيره شپه له بنده خوشى شوى دى . ده وويل چې د نوموړى د خوشى کېدو ليک تيره ورځ د څارنوالى له لورى لاسليک او صادر شوى دى . له دې نه وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو يو وياند ويلي وو ، چې عبدالرحمن د افغانستان نه بهرد پناه کېدو او اوسيدو غوښتنه کړې ده . ٤١ کلن عبدالرحمن له اسلام څخه د عيسويت دين ته د اوښتو او ارتداد په جرم د مرګ له جزا سره مخامخ وو .يوه ورځ وړاندې وويل شول چې نوموړى روانى ناروغتيا لري . د نوموړى د خوشى کېدو په اړوند له بهره په افغان حکومت ډير فشار وو، چې له امله يې دولت او قضايي سيستم له يو ستر ازمون سره مخامخ کړى وو.د څارنوالى مرستيال وويل چې نوموړى د د ماغى ناروغتيا له امله خوشى شوى ، چې د خوشى کېدو پر مهال يې د کورنۍ غړى هم حاضر وو. اوس مهال دا نه ده مالومه چې عيسوى شوى افغان چيرته دى ؟ ",عيسوى شوى پنجشيرى عبدالرحمن له بنده خوشى شو 2056,,"   ولسمشر کرزی نن دزابل ولایت ته تللی هورې به دسیمې له یو شمیر سپین ږیرو او مشرانو سره وگوري. زابل دهیواد په سویل کې یو نا امنیو نه ډک ولایت دی. ",ولسمشر کرزی زابل ته نن لاړ. 2057,," د افغاستان د کورنيو چارو وزارت امنيتى چارواکو بيا هم د کابل ښار له يو شميرميلمستونو او رستوانتو څخه کابو ٣٨ تنه بدلمنې بهرنۍ ميرمنۍ نيولى او ټاکل شوې ده چې د چهارشنبې په ورځ يې له افغانستان څخه وباسي . له دې نه وړاندې هم يو شمير بهرنۍ ميرمنې چې په بدلمنۍ او غير اخلاقى کارونو تورنې وې له کابل څخه ايستل شوې وې . د افغانستان پلازمينه کابل په تيرو څلورو کلونو کې د ګڼ شمير بهرنيو ميرمنو کوربه دي چې ډيره يې د بدلمنۍ چارې تر سره کوي . چارواکو نه ده څرګنده کړې چې نيول شوي ميرمنې د کومو هېوادونو اوسيدونکى دي ؟ خو ويل کيږي چې ډيره ميرمنې د چين ، نيپال او يو شمير نوروهېوادونو اوسيدنکى دي . ",بيا هم بدلمنې بهرنۍ ميرمنې په کابل کې نيول شوې. 2058,," د کندهار د پنځمې ناحيې په اړوند دلويې ويالې د هديرو په سيمه کې نن دوه تنه ځانمرګى کسان هغه مهال وژل شوىي، چې پوليسو يې ښار ته د ننوتو مخه نيولې وه . د کندهار د پنځمې ناحيې د پوليسو يو چارواکى بينوا ته وويل چې په دغه بريد کې يوازې دوه تنه ځانمرګى وژل شوي او ملکى او فوځى وګړو ته په کې مرګ او ژوبله نه ده رسيدلې . چارواکى وويل دغو کسانو هغه وخت ځانونه په چاوديدونکو توکو والوزول چې پوليسو يې د دريدو او تلاشى ټکل درلود .د وژل شويو کسانو د پيژندنې په هکله څه نه دي ويل شوي او امنيتى چارواکو په دې اړوند خپلې پلټنې پيل کړي دي. ",په کندهار کې ځانمرګى بريد شوي 2059,," تيره شپه د بدخشان د ارګوى ولسوالى د ارغند په کلى کې د دوو ډلو ترمينځ وسله واله جګړه شوې چې په ترځ کې يې يو تن مړ او يو بل ټپى شوى دى.د بدخشان امنيتى چارواکى وايي چې دغه جګړه د ځمکې پر سر د جمعيت او د حزب اسلامى ګوندونو د قوماندانانو او دهغوى د پلويانو ترمينځ شوې ده .دې ته ورته پېښې د شمال په يو شمير نورو ولايتونو کې هم رامينځ ته شوې او دبلخ ولايت يو شمير اوسيدونکى شکايت کوي چې ز ورواکو ورڅخه په زور د دوى ځمکې غصب کړي دى .دا جګړې پر داسې مهال کيږي چې د ډاياګ پروګرام له بهير سره-سره لاهم ډير شمير پخوانى قوماندانان او جګړه ماران خورا زياتې درندې او سپکې وسلې له ځانو سره لري . ",په بدخشان کې دوو ډلو جګړه کړې ده . 2060,,"   لویه څارنوالي وایي عبدالرحمن یې له زندان خوشې کړی او عدلیې وزارت ته یې سپارلی خو دعدلیې وزارت مرستیال حیات الله هاشمي بیا بینوا ته وویل چې نه پوهیږي چیرې دی. کورنۍ یې هم معلومات نلري دبینوا خبریال دعیسوي عبدالرحمن کور ته ورغی دکورنۍ ټول غړي یې غوصه ول او ان داچې که له کوم یو سره مو مرکه کوله تهدید کولو یې هم. دعبدالرحمن تره چې یو دوکان یې درلود هڅه مو وکړه چې نظر ترې واخلو خو یوازې یې دا ویل ډیر بې پت شو هیڅ عزت را پاتې نشو. دعبدالرحمن یوه گاونډي عبدالرحیم پرواني بینوا ته وویل چې عبدالرحمن ډیر غلی سړی وه هیڅکله مو ترې بد ندي لیدلي خو عصبي تکلیف یې درلود. پرواني وویل باید اعدام شي که نه سبا به هرڅوک عیسوي کیږي. دنوموړي په اړه ملگرو ملتونو ویلي چې له هیواده بهر به یې واستوي. الحاج انصار الله هغه قاضي چې باید عبدالرحمن محاکمه کړي وایي نه پوهیږي نوموړی دا مهال چیرته دی. ",دعیسوي شوي عبدالرحمن ځای ندی معلوم. 2061,," د پاکستان د پېښور ښار په ١٢ کيلومترى د خيبر په سيمه کې د دوو مذهبې ډلو د پلويانو د جګړو په ترځ کې څه ناڅه ٢١ تنه وژل شوي او يو شمير نور ټپيان شوي دي. دا جګړه تيره شپه د مفتى منير شاکر او پيرصفى الرحمن د دوو مذهبې مشرانو د پلويانو ترمينځ له کوره د يو افغان کډوال د ايستلو له امله رامينځ ته شوې ده . په سيمه کې پاکستانى فوځ ځاى پر ځاى شوى او ويل کيږى ، چې شخړه لاهم نه ده اواره شوې . همدا شان په دغه جګړه کې د يوشمير افغان کډوالو دوژل کېدو او ټپى کېد رپوټ هم ورکړ شوى، مګر په رسمى توګه لا هم د قربانيانو کره شميره نه ده مالومه . ",٢١ تنه په پاکستان کې د مذهبې جګړو قربانى شول 2062,," د کورنيو چارو وزارت وياند دا نه منې چې تيره ورځ د ننګرهار د تورغر په سيمه کې يوه څرخى چورلکه غورځيدلې ده . دى وايي دغه چورلکې بيړنۍ ناسته کړې او ټولې سپرلۍ يې روغ رمټې دي .دغې چورلکې د نيشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې يو شمير کارکونکى ليږدول چې پرون غرمه د ممند په تنګې کې له يوې ونې سره له لګيدو وروسته ناسته کړې ده .د ننګرهار امنيتي چارواکى وايي ،چې الوتکه زيانمنه شوې او داچې د ليږد وړ نه وه نو بريتانوى ځواکونو پرون مازديګر وچوله او له مينځه يې يوړله . ",په سپين غرکې غورځېدلې الوتکه له مينځه وړل شوې 2063,," د سړک جوړولو ديوې موسسې ٤ تنه کارکونکى چې يو يې بهرنۍ او ٣ تنه يې افغانان وو نن سهارد فراه لايت د دلارام او شوراب تر مينځ د سړک په اږدو کې د يو ماين د چاودنې له امله وژل شوي دي . په سيمه کې د افغان دولت ځايي امنيتى چارواکو ويلي چې دغه چاودنه د ريموټ کنټرول له مخې شوې او د پېښې په اړوند تراوسه څوک نه دى نيول شوي . د وژل شوي بهرنى وګړى د هويت په هکله لا تراوسه افغان دولت څه نه دى خپاره کړي . ",د سړک جوړلو٣ افغان او ١ بهرنۍ کارکونکىوژل شوي 2064,," ", 2065,," نن د بريتاينا د ښارواليود ادارو يو نيم مليون کارکونکو د دولت د تقاعد دنوې سياست په وړاندې د اعتراض په توګه ستر لاريون وکړ چې له امله يې لارې ، ښوونځي ،کتابتونونه، ورزشى لوبغاړى او د ښارواليو عامه خدمتونه په ټپه دريدلې وو . يوازې د ليورپول په سيمه کې ١٢٠ ښوونځۍ ، ٢٤ کتابتونونه او ١٢ ورزشى لوبغاړى تړل شوى وو. دغه لاريون د څلورو صنفى ټولنو له لوري را بلل شوى دى. د نوى تګلارې له مخې د تقاعد موده له ٦٠ کلنو څخه تر ٦٥ ان تر ٧٠ کلونو پور ې غزيدلې ده . ",دبريتانيا د ښارواليوديونيم ميليون کارکونکو لاريون 2066,,"   نن پنځه ملیونه اسرائیل ددغه هیواد دپارلماني ""کنیسه"" دټاکنو دبکسونو په لور لاړل دوی به دریو مهمو گوندونو کادیما، کارگر او ته رایې ورکړي. ",په اسرائیل کې نن ټاکنې وشوې. 2067,," افغان ولسمشر حامدکرزي چې د روغتيا وزير اوپه کابل کې د عربى متحده امارتو سفير او يو شمير نور چارواکى ورسره وو ،نن د غرمې په ١١ بجو د زابل ولايت مرکز قلات ښار ته د ټينګو امنيتى تدبيرونو په ترځ کې ورسيد او کله يې چې د دغه ولايت له دولتى چارواکو او يو شمير مخورو او سپين ژيرو سره وکتل، ځايي اوسيدونکو له بينوا سره د مرکو او خبرو په ترځ کې خوښى څرګنده کړه چې کرزي له دغه وروسته پاتې ولايت څخه ليدنه وکړه او د دوى ياد يې وکړ . کرزي همدا شان يو روغتون پرانيست چې د ٢ ميليون ډالرو په لګښت د عربى متحده امارتو له لورى په بنسټيزه او عصري توګه جوړ شوى دى.کرزي د شيخ مټې د يو جومات او يوې مدرسې پرانيستنه هم وکړه او د زده کړو له هغو مرکزونو څخه يې ليدنه او خوښى څرګنده کړه چې چارې يې د( پې ار ټى )له خوا پرمخ بيول کيږي. ",د زابل اوسيدونکى د کرزي له کتنې ډير خوشاله وو . 2068,,"   نن دیوې لویې غونډې په ترڅ کې دعربي هیوادونو مشران په خرطوم کې راټول شوي دي دوی دعربي هیوادونو پر ستونزو وغږیدل عراق یې په خپلو خبرو کې یاد کړ چې باید ورسره مرسته وشي او دغه هیواد له جنگونو وژغوري. دسودان ولسمشر عمر بشیر ددغه هیواد دارفور ته دملگرو ملتونو دسوله ساتو ځواکونو پر لیږد خوشحالي څرگند کړه. ",عرب مشران خرطوم کې سره راټول شوي دي. 2069,,"   دتخار په مرکز تالقانو کې ددغه ولایت دمحکمې دکارکوونکو له لوري په زرگونو غیرې اخلاقي فلمونه او کیسټونه نیول شوي. ",په تخار کې غیرې اخلاقي فلمونه نیول شوي. 2070,," د افغانستان د لوړو زده کړو وزير امير شاه حسن يار نن ددغه هېواد دلوړو زده کړو له پاره د کانکور پايلې اعلان کړې او زياته يې کړه له څه ناڅه ٤٠ زرو زده کونکو څخه يوازې ١٥٣٤٧ تنو د افغانستان پوهنتونونواو نورو لوړو زده کړو موسساتوته د کانکور د ازموينې له لارې د زده کړې چانس پيدا کړې دى .همداشان دغه وزارت د سوادګرى پوهنځى هم پرانيستله . ",١٥٣٤٧ تنود لوړوزده کړو له پاره لار موندلې 2071,," نن مازديګر د پاکستان د پيښور ښار د خيبر بازار په گڼ ميشته بازار کې درنده چاودنه شوې، چې د چارواکو پر وينا له امله يې يو تن مړ او ١٦ تنه نور ټپيان شوي دي. په ژوبلو شويو کسانو کې ډيره شمير افغان کډوال دي .د پاکستان امنيتي چارواکو ويلې چې ددغې چاودنې تر شاه د ترهګرانو لاس دى او هڅه به وشي چې عاملين يې ونيول شوي . ويل شوى چې دغه چاودنه په يو موټر سايکل کې رامينځ ته شوې ده.همدا شان د هغه جګړې په ترځ کې چې د باړه په سيمه کې د دوو مذهبې مشرانو د پلويانو تر مينځ کوڅه په کوڅه د سه شنبې تر سهاره شوې ، څه ناڅه ٣٤ تنه وژل شوى او يو شمير نور ټپيان شوي دي . ",د پيښور په خيبر بازار کې درنده چاودنه شوې 2072,," د دفاع وزارت وياند وويل چې دوى د ملى اردو ٣ تنه منسوبين د هغه بريد په تور ، چې د يکشنبې په ورځ د کابل د څرخى پله په سيمه کې د کورنيو چارو وزارت پر ادارى مرستيال صديقى باندې شوى وو، نيولى دى .وياند وايي له دوى څخه پوښتنې او پلټنې روانې دي . بريد هغه مهال شوى وو چې نوموړى مرستيال له لغمان څخه کابل ته د راستنيدو په حال کې وو.دپېښې پوره جزيات پټ ساتل شوى دي . له بل لوري د فارياب پر والى باندې د بريد په تور هم يو تن شکمن کس نيول شوى او د پلټنو له پاره کابل کې چارواکو ته سپارل شوى دى .د غه بريد د نوى کال پر مهال د فارياب په والى شوى وو. ",کابل کې داردو ٣ تنه منسوبين د يو بريد په تورنيول شوي . 2073,,"   دائتلافي ځواکونو خبرپاڼه کاږي چې نن یو امریکایی او یو دائتلافي ځواکونو سرتیری په هلمند کې وژل شوي یو امریکایی درې دائتلافي ځواکونو او یو دملي اردو سرتیري هم پدغه پیښه کې ټپیا ن شوي. خبرپاڼه وایي طالب اورپکو ددوی په عملیاتي مرکز برید وکړ او پیښه یې رامنځته کړه. ",هلمند کې دوه دائتلافي ځواکونو سرتیري وژل شوي. 2074,," ع . پښتونځار دوه ورځني هغه وركشاپ چي د زريزي پراختيائي او ملي ستراتيژي په اړه د ميدان وردګو ولايت په مركز كي پيل شوي وو بريالي پاي ته ورسيد وركشاپ د ملګرو ملتو او د ملي ستراتيژي د مسئولينو په نوښت پيل شوي وو چي ددي ملي پروګرام د پيل په لاره كي د ټول افغانستان په سطح پيليز او لومړني وركشاپ وو او وړمه ورځ د ميدان وردګو ولايت د والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي په وينا پيل شوي وو چي يوزيات شمير ولسي خلكو ، ميرمنو، دولتي چارواكو، دولايتي شورا غړو ولسوالانو اود ملګرو ملتونو استازو پكي ګډون كړي وو او له پروني ورځي را په دي خوا ګډون كونكي پكښي ددي ولايت په لومړي توبونو ستونزو غوښتنو او ددي ملي ستراتيژي په موخو ګټو پلي كيدو په مشورو او بحثونو بوخت وو په دغو كاري مشورتي ګروپوكي ګډون كونكو ددي ولايت د خلكو په اساسي اړتياوو غوښتنو امنيتي حالاتو او داساسي سكتوري بخشو معارف ، زراعت او عامي روغتيا د تقوي په ضرورياتو نيمګړتياوو ګټوري خبري او وړانديزونه وكړل دملګرو ملتو استازو او ګډون كونكو وركشاپ ډير بريالي وباله وئي ويل چي دوركشاپ مكمل ګذارش او د ګډون كونكو وړانديزو نه اوسپارښتني به دملي ستراتيژي كميسيون ته وسپاري دوركشاپ په پاي د ميدان وردګو ولايت والي ښاغلي نعيمي ګډون كونكو ته خپله وينا واوروله په خبرو كي وويل چي وركشاپ ډير بريالي وو دا ځكه چي زموږ خويندو ورورڼو ولسوالانو ولايتي چارواكو او د ملګرو ملتو استازو په ګډه په ډيره ښه توګه خپل نظريات او وړانديزونه سره شريك كړل . نعيمي وويل چي تر ټولو مهمه داده چي پدي ولايت كي د تعليم او تربيي ښه زمينه نجونو او هلكانو ته د نړيوالي ټولني او زموږ دخلكو د ګډو همكاريو په نتيجه كي برابر ه شي دا ځكه چي د تعليم او تربيي په نشتوالي كي هيواد له ستونزو كړاونو سره مخ او د پرمختيالاره ئي په ټپه دريږي دغه راز والي د ښو روغتيائي اسانتياوو په رامنځ ته كولو ټينګار وكړ او روغتيائي ديوي پرمخ تللي ولسواكي مترقي ټولني دپاره لازمي وبلله همدارنګه نعيمي پدي ولايت كي د بشپړ امنيت ډاډ وركړ بهرنيو او كورنيو موسساتو ته ئي بلنه وركړه چي په پوره اطمنان دولايت په هره برخه كي كار كولاي شي او د ولايتي چارواكو موسساتو ډونرانو ترمنځ ئي همغږي د موخو او اهدافو په ترلاسه كولو كي لازمي وبلله هيله ئي څرګند ه كړه چي دملي ستراتيژي په موخو ټول هيوادوال پوشي او هر څومره زرددي ستراتيژي عملي پيل پدي ولايت كي وويني ",د ملي ستراتيژي وركشاپ بريالي پاي ته ورسيد 2075,اسدالله زمری,"  سره اوښکه د غم وم چې په مخ ددنیاپریوتم پرخه د سحر شومه په غرو او صحرا پریوتم یو سوی فریاد وم له دردمن زړه نه را پورته وم دود د اوسیلو شومه په مخ د رڼا پریوتم مات ساز د ماتم وم د ویر کور کې غږیدم غلی سوز د غمجن زړه شوم په لیمو د ژړا پریوتم هیره افسانه وم له غوږونو او له خولو پاتی پته خزانه شوم وران انګړ کې د چا پریوتم لوند څیری ګریوان وم د زخمي ټټر په وینو سور څیری لنګوټی شوم په اوږو د ګدا پریوتم زه د مات باڼه په څیر اغزی د چا د سترګووم تور لا چي لونګ شوم ، خو اوربل نه جدا پریوتم بخت دی که تقدیر او که خالق مې ځوروی څله؟ غیږ کې د جانان که بی خبر له عقبا پریوتم مست ګرځي یارانو د خوښیو پیمانې په لاس خیر دی که زه لاړم په پنجو د بلا پریوتم  دلمبو کلی له ټولګی نه ", زه ! 2076,اسدالله زمری,"  ته مې یې د مینې الهه ته مې مولا د زړه ته یې تلوسه زما او ته مې یې ، سودا د زړه  ته د محبت د باغ ګلونو ته د رنګ جلوه ته مې یې د ژوند بهانه ، ته مې مسیحا دزړه  ته ښکلی نغمه یې چې د روح په ګوتو جوړه یې ته یې ترنم ، ته ترانه ، ته مې غوغا دزړه  ته د کوه قاف پری او ته یې د جنت حوره ته مې د خوښیو جام او ته مې یې سوما دزړه  تاته دی خوښۍ شی ددنیا او د عقبی نصیب ته چې مې په غم د زمانې کې یې آشنا دزړه  ۱۹۹۳/۹/۱۶ ", آشنا 2077,,"    په دې وروستيو كي د كوم بهرني هيواد له خوا داسي ورقي (پتي) جوړي سوي دي چي پر شا يې د اسلام د سپكاوي په خاطر د قرانكريم نوم نقش سوى دى، چي دې باريكۍ ته د كندهار د ظاهرشاهي ليسې د كوم زدكوونكي فكر سو، او ژر ترژره يې خبره د ليسې له استادانو او زدكوونكو سره شريكه كړه. درنو لوستونكو! د دې وركو يوه بېلګه تر بېنوا ويبپاڼي هم رارسېدلې ده، تاسو يې وګورئ او په دې اړه زموږ سره خپل نظر شريك كړئ. ",د ورقو(پتو) پر شا د قرانكريم نوم 2078,," نن به د نړۍ په ځينوبرخو کې د لمر بشپړ کسوف ترسترګو شي . د نړۍ ګڼ شمير اوسيدونکې يې د ليدو له پاره تيارۍ نيسى . د افريقا په ځينو برخو په ټوله اروپا او داسيا په جنوب او غرب په ستره برخه کې به کسوف په بشپړه توګه ترسترګو نه شي. په ليبيا او مصر کې به ، په بشپړه توګه د ٧ دقيقو له پاره ترسترګو شي . د ترکيې د مديترانې په غاړه کې هم ډير سيلانيان راټول شوي دي .په تيرو ٢٥ کلونو کې ١٦ ځلې کسوفونه رامينځ ته شوي دي. نننۍ کسوف په برازيل کې د لمرختو سره پيل کيږي ، چې د سهار په لومړيو ګړيو کې اقيانوس اطلس، په غرمه کې د افريقا سترې وچې او پس له غرمې له ترکيې څخه تيريږي او دلمر لويدو پرمهال په منځنۍ اسيا کې پاى مومى. په اردن کې دولت د ښوونځيو زده کونکى د سترګو د سلامتيا په موخه نن رخصت کړى دي . ",د لمر بشپړ کسوف د نړۍ په ځينو برخو کې 2079,," میرویس جلالزی  په افغانستان کښئ د ملګرو ملتو د سياسي نمايندګي له خواه په خپره شوي خبر پاڼه کښئ دا څرګندوني شوي دي . په خبر پاڼه کښي راغلي چه تر اوسه په افغانستان کسي د اچ٥ ويروس ٢٦ پيښي او د اچ پينځه آن يو شپږ پيښئ دوي ثبت کړي دي. په دي ويروسونو کښي د اچ پينځه ان يو ويروس ډير وژونکي ښودل شوي ده . د ملګرو ملتو د روغتيا سازمان خبر داري ورکړي چه که له دي ناروغي سره چه له مرغانو نه انسانانو ته سرايت کوي سخته مبارزه ونشي لري به نه وي چه په ميليونونو تنه به په نړي کښئ ووژني. په پلازمينه کابل کښئ د انفلونزا د ناروغي د خپريدو سره سم د يوي هګي بيعه ١ افغاني ته رارسيدلي ده ",د چرګانو والګي کندهار او لوګر ته هم ورسيد 2080,," جلالزی د هند د سينما وتلي غړي اشوريا راي د هاليود د سينما له يو لوبغاړي سره فلم جوړوي. نوموړي ده سيمت نومي فلم جوړونکي له خواه تيره ورح د هغه په يو فلم کښئ د ادا کاري رول ته ور وبلل شوه . سيمت وويل که اشوريا راي زما بلنه ومني نو دا فلم به د هاليود او باليود په دواړو سينمايي ډګرو کښئ ډير ومنل شي. اشوريا راي ٢٨ کاله عمر لري او تر اوسه يي واده نده کړي. ",دبالیوډستورې له هالیوډ ستوري سره فلم جوړوی 2081,," د امريکايي ځواکونو مطبوعاتى څانګې خبر رورکړى دى ، چې د هغې جګړې په ترځ کې چې د ائيتلافى ځواکونو او مخالف جنګياليو ترمينځ د هلمند ولايت کې شوې له دواړو لورو ١٨ تنه مړه او ژوبل شوي دي.د چهارشنبې په خپره شوې پاڼه کې راغلي چې مخالف جنګياليو د ائيتلافى ځواکونوپرکاروان بريد وکړ چې له امله يې يو امريکايي او يو کانادايي وژل شوي او يو امريکايي او ٣ تنه کانادايي عسکر ټپيان شوي دي. په خبر پاڼه کې راغلى چې وروسته ائيتلافى ځواکونو دچورلکو په ملتيا په مخالف جنګياليو بريد وکړ چې له امله يې فکر کيږي ١٢ تنه وژل شوي وي . په دغه جګړه کې ډيرې وسلې له بريد کونکو څخه پاتې شوې دي. دغه جګړه نن سهار ترسره شوې ده .د يوبل خبر له مخې تيره ورځ د سنګين ولسوالى کې د يو ماين د چاودنې له امله ٦دولتى عسکر وژل شوي دي. پرون له غرمې وروسته د دريو بجو په شاوخوا کې مخالف جنګياليو په ګرشک کې هم پر دولتى ځواکونو سخت بريد پيل کړى و و ، چې تر مازديګر پورې يې دوام درلود . د سيمې ډير ځايي اوسيدونکې له سيمې څخه وتلي چې د مرګ او ژوبلې په هکله يې لا تراوسه رپوټ نشته .د کندهار د ډنډ ولسوالى کې هم د سه شنبې په ورځ په يوه دولتى پوسته بريد شوى ، چې له امله يې ٢ تنه دولتى پوليس مړه او څلور تنه ټپيان شوي دي . چارواکو دپېښې په تور ٣ تنه شکمن کسان نيولى دي. په زابل کې هم دوو تنو په جلا پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى. ",په هلمند کې١٨ تنه مړه او ژوبل شوي دي. 2082,," میرویس جلالزی وتلي هسپانيوي سندرغاړي جينيفر لوپيز د کنسرت ورکلو لپاره د هندوستان په لور را خوځيږي. ټاکل شوي چه لوپيز به د اپريل د مياشتي پر ٢٢ د هندوستان ممبي ښار ته راورسيري او هلته به دري ورځي تم شي. له بل لوري د لوپيز په سفر کښئ دوبئ اردن سريلانکا هم شامل دي. دا هسپانيوي پيغله چه په اروپايي ، افريقايي، او اسيايي هيوا دو کښئ په لږ وخت کښي بيشميره مينه وال لري د طالبانو د واکمني له ړنګيدو وروسته په افغانستان کښي هم د خاص شهرت درلودونکي ده هان دا چه ځيني ځواني افغاني پيغلي د لوپيز د جامو ډولونه ډير خوښوي . ",سندرغاړي جينيفر لوپيز په هند کي کانسرت ورکوي 2083,," میرویس جلالزی په افغانستان کښئ د امريکا د پوځ يو بيان چه د پنجشنبه په ورځ خپور شو کاږي بريده تيره شپه رامنځ ته شو. په دي بريد کښئ چه څه باندي دوه ساعته يي دوام درلود د دوو بهرنيو او ١٣ تنو بريدکونکو د وژل کيدا خبر ورکړ شوي ده. امريکايي ځواکونه وايي په دي بريد کښئ د دوي يو سرتيري وژل شوي او د بل بهرني وژل شوي سرتيري هويت ندي ښودل شوي. له بل لوري د طالبانو يو وياند خبري رسنيوته ويلي چه له دي بريد سره سم د دوي پسرلني بريدونه پيل شوي او وايي چه په دي جګړه کښئ ٢٢ تنه له مينځه تللي دي ",په کندهار کښي په امريکايي اډه وسلوال بريد وشو 2084,," د( کوريره دلاسرا) ايتالوى ورځپاڼې په نننۍ گڼه کې ددغه هېواد د لومړى وزير د مرستيال او د بهرنيو چارو دوزارت دوزير له خولې خبر ورکړى چې ايتاليا به عيسوى شوي عبدالرحمن ته په خپل هېواد کې سياسي پنا ه ورکړى . ورځپاڼه کاږى : په اسلام کې د مرتد جزا مرګ دى او عبدالرحمن د غرب د فشارونو او ان کرزي ته د پاپ د ليک په خاطر وژغورل شو. ٤١ کلن عيسوى شوى عبدالرحمن چې د پنجشير اصلى اوسيدونکى دى د سه شنبې په شپه له بند څخه خوشى شو او دا مهال څرګنده نه ده چې چيرته دى . نن د افغانستان ولسى جرګې د عبدالرحمن د خوشولو غندنه وکړه او له دولت څخه يې وغوښتل چې نوموړى ته اجازه ورنه کړى چې له هېواده بهر ووزي .نوموړى کله چې په جيل کې وو ، ويلي وو ، چې نيت لري د سر په وينه په خپل وطن کې پاته شي ، ځکه چې پرته له هغه به طالبان بريالي شي ، خو وروسته له خوشى کيدو يې د سياسي پناه کيدو غوښتنه وکړه . ",عيسوىافغان ته دايتاليا پناه اودولسى جرګې غبرګون 2085,," د قطر د الجزيرې ټلويزيون په يولنډ خبرکې نن وويل ،ناپيږانده وسله والو کسانو دبغدادپه غرب کې د سوداګرى په يو شرکت بريد وکړو چې په ترځ کې يې ٨تنه ووژل شول . پرون هم وسله والو په بغداد کې د يو بريد په ترځ کې د يو شرکت ٦ تنه کارکونکى او ٦٠ زره ډالر له ځانو سره يوړل . د دوشنبې په ورځ هم وسله والو د السعيد شرکت ١٦ تنه کارکونکى وتښتول. ",په بغداد کې د يو شرکت ٨ تنه کارکونکى وژل شوي 2086,عبدالغفور لېوال/كابل," عبدالغفور لېوال/كابل  يادونه : دا ليكنه د افغان هوتكي پاڅون د درې سومي كليزي په وياړ سېمنار كي ويل سوې وه  ",هوتكي پاڅون او د افغاني ملت پالني څركونه 2087,محمدحسن حقيار," محمدحسن حقيار په امريکا کې د سپتمبر د يوولسمې له پېښو او په افغانستان کې له سياسي ډګر څخه د طالبانو تر وتلو وروسته چې کله يو ځل بيا د نړيوالو پام افغانستان ته را واوښـت او وطن مو د زرګونو بهرنيو پوځونو مېلمستون شو، نو ورسره جوخت له هر افغان سره داهيله پيداشوه چې نور به مو نو وران او کنډر کنډر هېواد بېرته ورغول شي، هر اړخيز سمون او اصلاحات به راشي، امنيت به ټينګ شي ، ډاډمنه او مطمئنه فضا به حاکمه شي ، دولتي منصبونه او پوستونه به د ولس امانت وګڼل شي او اهل خلکو ته به وسپارل شي. نور به افغانان په پرديو هېوادونو کې در په دره او د غربت شپې او ورځې نه تېروي . که څه هم تر يوه حده د بيارغونې چارې تر سره شوې، ډېر کډوال بېرته راستانه شول په ځينو سيمو کې نسبتاً ارامي ده ، خو بيا هم ډېر څه پاتې دي. د افغانانو هېلې او غوښتنې په سلو کې لس هم پوره شوې ندي ، په ادارو کې اوس هم ټاکنې د ضوابطو پر ځاى پر روابطو او د تخصص، لياقت او مديريت پرځاى د مصلحتونو او سهمونو له مخې کېږي . وزارتونه او لوى رياستونه د همدې معيار له مخې وېشل شوي دي .  اوس چې افغانستان نسبتاً د يوټاکلي پارلمان درلودونکى دى نو افغانانو هم خپلې ټولې هيلې په دوى پورې تړلې دي، دوى له پارلمان څخه هيله لري چې حکومت ته ښې او ګټورې مشورې ورکړي، د دردېدليو ، کړېدليو او ځورېدليو هېوادوالو په ټپونو دې ملهم او پټۍ کېږدي . پارلمان بايد لکه څنګه يې چې دنده ده ، وزيران راوبولي، د هغوى د کړنو او اجراتو  په اړه ترې پوښتنې وکړي، هغوى بايد وپوښتل شي چې د وزارتونو عادي او پراختيايي ( انکشافي ) بوديجې څه ډول لګوي او يايې څه ډول لګولې دي ، خپل پراختيايي پلانونه يې څومره تطبيق کړيدي .  په خپلو ادارو کې يې لوړ پوستونه چاته ورکړي دي ؟. دا اوس چې ولسمشر د راتلونکې کابينې لست پارلمان ته سپارلى دى ، نو پارلمان بايد په پټو سترګو ، له پلټنې او څېړنې پرته د لست په اړه تصميم ونه نيسي، په دې لست کې هم ځينې داسې خلک شته چې افغانان ترې ډېرې بدې خاطرې لري، د بې ګناه هېوادوالوپه  وژلو کې يې ونډه لرلې ده ، نه يواځې ونډه بلکې په  يو امر يې لسګونه افغانان وژل شوي دي. ملي شتمنۍ يې چور او چپاول کړيدي،  د افغانانو وينې يې زبېښلي، ددوى هډوکي يې پلورلي او سلګونه ميليونه ډالر يې په بهرنيو بانکونو کې ځانته ذخيره کړي دي . نو دا د پارلمان دنده ده چې په دا ډول خلکو باور ونه کړي، د وزارت په څېر مهم او کاري منصب دا ډول خلکو ته ونه سپاري، همداراز په دې لست کې دا ډول خلک هم شته چې ژبني، سيمه ييز او مذهبي تعصب ته يې لمن وهلې ده، داسې خلک هم شته چې څو بهرنۍ ژبې يې زده دي  خو د خپل هېواد او خلکو په رسمي ژبو نه پوهېږي، څوک چې دخپل هېواد او خلکو په رسمي ژبه پوه نه شي  نو هغه به دهېوادوالو اوخلکو په ستونزو څه پوه شي . داسې خلک هم په کې شته چې په علمي او اکاډميک ډګر کې ډېر ډيپلومونه لري خو په اداري ډګر کې هېڅ تجربه نلري او دا څرګنده ده چې اداره او مديريت د کارونو د سمون او د چارو په چټکتيا او تنطيم کې مهم رول لري او يواځې  شهادتنامې او ډيپلومونه د دردونو درمل کېدلى نه شي بلکې تجربې اوښې سابقې ته اړتيا ده . موږ وليدل چې بې ادارې او بې تجربې سکالران ، ډاکټران او ماسټران بريالي ونه ختل، نو پارلمان بايد په دې اړه ډېر محتاط واوسي، هر اړخيز فکر وکړي، د موضوع هره خوا وسنجوي او له هغه باور څخه کار واخلي چې ملت پر دوى کړيدى . د دا ډول کابينو خدمتونه او کاري پايلې!! موږ وليدلې چې بېلګه يې د سلګونو ميليونونو ډالرو بېرته مستردېدل او نه مصرفېدل دي . دا څومره د افسوس او خفګان خبره ده چې په يو هېواد کې چې ټول کنډو کپر وي، ټول بنسټونه يې نړېدلي وي او لوېشت لوېشت يې بيارغونې او ودانۍ ته اړتيا ولري، بيا هم د همدې هېواد د بيارغونې او دوانۍ لپاره مرسته شوي سلګونه ميليونه ډالر په دې دليل بېرته مسترد کېږي چې چا ونه لګول او چا يې د لګولو ظرفيت او کفايت نه درلود . نو پارلمان بايد دا ډول خوبولو وزيرانو ته د اعتماد او باور رايه ورنکړي او د ملت پر وړاندې خپل ملي او ديني رسالت تر سره کړي .    ",د نوې کابينې په اړه داستازو مسؤوليتونه 2088,," عيسوى شوى عبدالرحمن ايتاليا ته رسيدلى او د ايتاليا لومړى وزير سيليو بر لوسکنى د ايتاليا خاور ې ته د نوموړى ورتګ منلى او وايي ، موږ ډير خوشاله يو چې په خپل هېواد کې داسې زړور کس ته هرکلى وايو . ده ويلى د ده د ساتلو دنده دکورنيو چارو وزارت په غاړه لري . عيسوى شوى پنجښيرى له اسلام څخه د اوښتو له امله په افغانستان کې د مرګ له جزا سره مخامخ وو او پرون ولسى جرګې څرګنده کړه چې عبدالرحمن حتى د محکمې په اجازه نه بايد افغانستان پريږدي او بايد تر نظارت لاندې وي .لا تراوسه د افغانستان رسمي ، قضايي او عدلى چارواکو د نوموړى د وتو په هکله څه نه دي ويلى . ",عيسوى شوى افغان ايتاليا ته ورسيد. 2089,," نن سهار د کندهار ښار کې يو ځانمرګى بريد چې موخه يې د کانادايي ځواکونو د موټرو کاروان وو، تر سره شوي، چې له امله يې ٧ تنه کسان ټپيان او په خپله ځانمرګى وژل شوى دى. کاناډايي ځواکونو ته مرګ او ژوبله نه ده رسيدلې او چارواکو په دې هکله پلټنې پيل کړي دي . ويل کيږي چاودنه په يو موټر کې رامينځ ته شوې ، چې له امله يې نوموړى موټر ټوټې - ټوټې شوي دي. ",په کندهارکې ځانمرګى بريد شوي دي. 2090,," د هلمند دولتى چارواکو منلې چې نن سهار د موسى قلا ولسوالى د مخابرې امر له خپل ورور سره يوځاى د دغه ولسوالى په يوه کلى کې د ډزو په ترځ کې وژل شوي دي. د طالب اورپکو يو ياند ددغه وژنې پړه په غاړه اخيستې ده . همداشان مخالف جنګياليو ددغه ولايت د سنګين ولسوالى په سيمه کې قندهار ته د بريښنا غزيدلى مزى پرې کړي ، چې له امله يې په قندهار او هلمند کې د بريښنا د نشتوالى ستونزې راولاړې کړي دي . دغه سيمې ته چارواکى د امينت د نه شتون له امله زړه نه شه کوي، چې لاړ شي . ",هلمندکې دولتى چارواکى له خپل ورور سره وژل شوى 2091,," بينوا ته له خوست څخه په رارسيدلو رپوټونو کې ويل شوي ،چې ددغه ولايت د اسمعيل خيلو په ولسوالى کې د دولتى پوليسو يو موټر له ماين سره لګيدلى ، چې د چاودنې له امله يې ٦ دولتى پوليس ټپيان شوي دي . د پېښې پړه تر دم ګړى چا نه ده منلې ، مګر د خوست چارواکى د دغه چاودنې پړه د هېواد د دشمنانو کار بولي . ",په خوست کې ٦ دولتى پوليس ټپيان شوي دي . 2092,," نن سهار هغه مهال دكندهار ښار په دوراهى سميه كښي يوځانمرګي بريد رامنځته شو چي دكاناډايې ځواكونو يو كاروان له سيمې څخه دتيريدو په حال كښي وو هغه مهال دكندهار د۲۰۵ نمبر اتل قول اردو قوماندان جنرال رحمت الله روفي ، وبينوا ته ويلې وه چي پنځه تنه زخميان شويدي وروسته دغرمې ددولسو بجو په شاوخواكښي دكندهار دميرويس روغتون يوتن موظف ډاكتر عبدالرزاق وبينو اته وويل چي دزخميانو دجملې څخه يوتن شپږ كلن ماشوم وژل شويدي نوموړي داهم وويل چي دزخميانو دجملې څخه د۳ تنو روغتيايې حالت دډاډ وړ نه دي . ع : نورزى ", په كندهاركي ځانمرګي بريد ديو ماشوم ژوندواخيست . 2093,," دا طالبانو د اسلامي امارت هغه اعلاميه ده چې د مرتد شوي عبدالرحمن د خوشي کېدو په اړه يې د خبري رسنيو په واک کې ورکړې ده .  دافغانستان اسلامي امارت فرهنګي کمېټه نېټه : ٣٠-٣-٢٠٠٦ نمبر: ١٦ بسم الله الرحمن الرحيم دافغانستان داسلامي امارت د رهبري شورى اعلاميه څرنګه چې افغانستان اسلامي هيواد او له پيړيو پيړيو راهيسې پکې داسلام د سپيڅلي دين رڼا خوره ده او د هغې د نجات لپاره افغانانو د ميلونونو سرونو قربانۍ ورکړي چې ښه بېلګه يې په نژدې څو لسيزو کې د روسانو او د هغوى د ګوډاګيانو په وړاندې سپېڅلى جهاد او مبارزه وه.  خو بيا هم د اسلام دښمنانو او په ځانګړې توګه صليبي طاغوت په مختلفو شکلونو او بهانو زموږ په خاوره او اسلامي عقايدو يرغلونه کړي او کوي يې چې نژدې بېلګه يې د مرتد شوي عبدالرحمن د ارتداد موضوع ده . د مرتد عبدالرحمن خوشي کولو دا خبره پوره روښانه کړه چې په افغانستان کې قضاييه، مقننه او اجرايه قوې خپلواکه نه دي او کوم مستقل حيثيت نه لري بلکي مکمل واک او اختيار د خارجي قوتونو سره دى. نور د کابل په اداره کې د ملا او قاضي په نامه ناست ضمير فروشه عناصر دې د اسلامي قضا په نوم مسلمان ملت ته دوکه نه ورکوي که له دوى سره سالم ضمير وي نو په کار وو چې استعفا يې ورکړې وى اوس هغوئ ته په کار دي چې په دې حقيقت اعتراف وکړي چې دوى يوازې او يوازې د څو ډالرو په مقابل کې د کفري استعمار مزدوران دي. د مرتد عبدالرحمن واقعه په اصل کې د خارجي قواو له خوا جوړه شوې يوه دسيسه وه چې غواړي په دې سره نورو مرتدينو ته اطمنان ورکړي چې له اسلام نه په اوښتلو تاسو ته سزا نشي درکېدلى خو د افغانستان د غيور ملت او اوسني مقدس مقاومت له لوري به دا ډول دسيسې له ناکامۍ سره مخ شي انشاء الله. مونږ په داسې حال کې چې د ګوډاګي ادارې دا جنايت په کلکه غندو له خپل مسلمان ولس نه په ټينګه غواړو چې د اسلام د دښمنانو له خوا د دغه ترسره شوي لوى تېري په وړاندې خپل کلک دريځ غوره او د خپلو اسلامي مقدساتو د حمايې او ژغورلو په منظور خپل ديني او ملي رسالت ادا او د کرزي د ادارې په وړاندې د جهاد لاره غوره کړي . والسلام د افغانستان اسلامي امارت رهبري شورى له لوري ",د مرتد شوي افغان د خوشي کېدو په اړه طالبانوغبرګون 2094,," میرویس جلالزی :  نوموړي چه ١٦ کاله مخکي له افغانستان نه بهر له اسلام نه عيسويت ته اوښتي وو دا خبره يي پرون په ايتاليا کښئ يوي خصوصي تلويزيوني شبکي ته کړي ده .؛ نوموري دوه مياشتي مخکي کله چه له جرمني نه افغانستان ته راستون شو د افغان چارواکو له خواه ونيول شو. يوڅلويښت کلن عبدالرحمان د جمعه په ورځ وويل چه که زما په هيواد کښي څوک داسي يو عمل وکړي نو د مرګ له سزا سره به هرو مرو مخامخ کيږي خو زه له پاپ پينيدک نه مننه کوم چه زما په ژغورنه کښي يي پوره ونډه درلوده . نوموري د افغان چارواکو په وينا په خپل دي عمل د مرګ له سزا سره مخامخ کيداي شواي خو دي په پټه توګه د دوشنبه په شپه د څرخي پله له زندان خلاص او د ملګرو ملتو سازمان له خواه د آيتاليا روم ښار ته ورسيد او ورته سياسي کډوالي ورکړ شوه. هغه کس چه ځان د طالبانو وياند قاري يوسف بولي د هغه په وينا د دي مرتد آزادیدل يي په کلکه غندلي . ",مرتدعبدالرحمان وايي افغانانو وژلم 2095,," میرویس جلالزی : د عبدالرحمان لانجي افغان پارلمان ، ستره محکمه او د کورنيو چارو وزارت يو له بل سره په ژبني تاوتريخوالي کښئ را ښکيل کړي دي   وروسته له هغه چه عيسوي شوي افغان عبدالرحمان له هيواد نه ووت د ولسي جرګي د مشر محمد يونس قانوني په وينا دوي د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ته مخکي له مخکي يو ليک استولي وو چه د عبدالرحمان له وتني مخ نيوي وکړي خو د کورنيو چارو وزارت وياند يوسف ستانيزي بيا دا خبري نه مني او وايي چه هيڅ داسي ليک يي ندي تر لاسه کړي. له بل لوري د عبدالرحمان په وتنه کښئ د افغانستان د پارلمان ځيني غړي قاضي القضات فضل هادي شينواري ګرم بللي او وايي چه ولي نوموړي له افغانستان نه وتو ته پريښودل شو . تر ا وسه دا نده څرګنده چه عبدالرحمان څنګه او د چا په امر له افغانستان نه ايتاليا ته واستول شو . مونږ په دي اړه د لوي څارنوالي له مرستيال جنرال الکو او د عدلي وزارت له وزير سرور دانش سره اړيکي ونيولي خو هغوي د ځواب په ورکولو کښي ځانونه پاتي وبلل. ",د پارلمان اوکورنیوچارووزارت ترمنځ شخړه دمرتدپه اړه 2096,," میرویس جلالزی  افغان مامورين وايي دا کسان يي وروسته له هغه ويستل چه ورسره قانوني اسناد نه وو. دا چه دا پاکستانيان د افغانستان په کوم ولايت کښي نيول شوي څه ندي ويل شوي . دا عمل وروسته له هغه تر سره کيږي چه ډيري شمير افغانان په ورستيو ځانمرګو بريدو کښي پاکستاني وګړي ګرم بولي. له بل لوري د افغانستان يو لوړ پوړي چارواکي چه نه يي غوښتل نوم يي واخيستل شي وويل په قوي احتمال به د پاکستان سفارت په افغانستان کښئ وتړل شي. ",٢٩ پاکستانيان له افغانستان نه ويستل شول 2097,," میرویس جلالزی : د افغانستان پرمختايي بانک د خصوصي ستکور په پياوړي کولو کښي يو مليون ډالر مرسته کوي   د دي بانک چارواکو د ٥ شنبه په ورځ وويل چه دا ډالر به د دي لپاره مصرف کړي تر څو خصوصي سکتور په افغانستان کښي وده وکړي او بهرني پانګوال دي ته وهڅيږي چه په افغانستان کښئ پانګي واچوي . افغان پرمختيايي بانک [اي ډي بئ] د موقتي اداري له جوړيدو وروسته بي شميره مرستي له افغان دولت سره کړي دي. ",دافغانستان پرمختايي بانک یوملیون ډالره مرسته کوي 2098,," میرویس جلالزی : دا قومندان عبدالرزاق ده چه د سپين بولدک ولسوالي امنيتي واګي يي تر کنترول لاندي وي په نوموړي تور لګول شوي چه ١٦ تنه ملګي پاکستانيان يي وروسته له هغه وژلي چه په ناقانونه توګه له پاکستان نه سپين بولدک ته را اوښتي وو. د کندهار والي اسدالله خالد د پنجشنبه په ورځ وويل چه له قومندان عبدالرزاق نه يي پوښتني پيل کړي او که دا کار شوي وي نو نوموړي به له دندي ګوښه کړي. دا پاکستانيان د عبدالرزاق په وينا د ورانکارو بريدو لپاره افغانستان ته راننوتي وو. خو د پاکستان خلک بيا وايي چه د دوي دا خپلوان د نوي کال د ميلو لپاره افغانستان ته روان وو. د افغان چارواکو دي عمل د پاکستان د کويتي ښار د ګنو اوسيدونکو غبرګونونه را وپارول هان دا چه په کويته کښي افغان قنسلګري هم د لاريون کونکو له خواد د ډبرو او لرګيو موخه وګرزيده. ",دپاکستانيانو په وژنه له افغان قومندان نه پوښتني پېل شوي 2099,," میرویس جلالزی : په بحرين کښي د يوي بيړي په ډوبيدا کښي ٥٧ تنه وژل شوي دي  د نوموړي هيواد د کورنيو چارو وزير محمد عبدالغفار عبدالله وويل چه دا پيښه تيره ورځ را منځ ته شوي او د بيړي له ١٣٧ تنو امله څخه ١٣ ژوبل هم دي او نور رک روغ شغورل شوي دي. د کيښتي امله د هغه شرکت کارکونکي په پيښه کښي ګرموي چه بيړي ور پوري اړه لري. په دي پيښه کښي ګن شمير امريکايي اروپايي افريقايي او اسيايي وګړي هم مړه شوي دي . ",د يوي بيړي په ډوبيدا کښي ٥٧ تنه وژل شوي دي 2100,ميرويس جلالزی - کابل," ميرويس جلالزی - کابل د چرګانو او ملايانو له ازانګو سره له خوب نه را پورته شوم او د کړکي په لور ورغلم خو دا ځل هم د ډيرو ورځو په شان په مخامخ برنډه کښئ هيڅ څوک نښکاريدل. ناکراره غوندي شوم ، هسي چټي مي پر زړه يخ ننوت خو د ځان د تسلي لپاره مي له ځان سره وويل : ځه څي کوم پردۍ نجلۍ ده........ که وه يي به که نه وه څه غم يي کوم. خو ټيکه مي ونشوه بيا کړکي ته ودريدم په مخامخ برنډه کښئ پردي غوړيدلي وي دا دوه ورځي نه وي شوي چه د هغوي پردي کش وي له ١٥ ورځو را پدي خواه د هغوي په کور کـښي سړه صبا وه د هغي په کور کښي به چه پخواه به شور ماشور او کلکه ناکله به هم  د لويديځو سندرغاړو د سندرو غږونه تر غوږو کيدل اوس يوه خاصه خاموشي خپره غوندي وه. هغوي دا دري مياشتي زمونږ کورته مخامخ اوسديل ، د مکرويانو ځيني بلاکونه داسي دي چه د يو کور کوروالا کولاي سي چه د مخامخ کور غولۍ لا وويني. زمونږ کړکي هم دغسي يو څه سره مخامخ او خورا نژدي وې. ما چه هغه د لمړي ځل لپاره په کړکي کښي ليدلي وه ويښتان يي ږمونځول ، مخ يي نه راښکاريدو ، ورته تلوسه مي سوه بيا مي څو ورځي پرله پسي سهار وختي وختي کړکي ته کتل او بيا مي يوه ورځ وليده هسي ښکلي خو نه وه لکه د خوشحال بابا محبوبه يا لکه د حميد ماشو خيل صنم هسي عادي انسان وو خو زه يي په څرک پسي شوم. بيا نو هر سهار وختې له خوبه را ويشيدم او بيا به ناولي مخ کړکي ته ناست وم د ګاونډي لور به مي څارله او سوکه سوکه پدي پوه شوم چي يوازي ويښتان يي له نورو جلا ښکلي نه وو بلکه ټوله بدله وه خو زما سترګي وايي تل به ډيره ښکلي ايسيده. وروست دا هم را معلومه سوه چي هر سهار چيرته ځا تياروي. دا هم پوهنتون ته تله د ژبو او ادبياتو په دوهم ټولګي کي وه يوه زړه مور يي درلوده او بس. يو وخت چي مي پام کيدو بيا د دي د ښکلا په څار کښي دوبي تللي او منې راغلي وو پاڼي تويدې ، وني لوڅي لغړې ولاړي وے او لا هم پسي لغړيدي  يو ورځ يي غلي غلي د ټولګي مخي ته ورغلم خو داسي را معلومه شوه چه دا څو ورځي پوهنتون ته هم نه وه راغلې. اصلآ له کوره نه وه راوتلي. ځمکه را لاندي سره وه ټيکه مي نه کيده نن يي په هر حال کي کورته ورتلم ........ حمام مي وکړ ، نوي دريشي مي واغوسته ، ته به وايي د خواښي کره ځم تر وره پوري مي لس رقمه عطر ووهل ، سل زړونه مي يو کړل او د وره شاته يي ودريدم په هغه ساعت پوه سوم چي زه او دا ګرده نړي څومره وارخطا وو...... لاس مي رپيدو او له ما سره يو ځاي زما تر پښو لاندي ځمکه رپيده حلق مي وچ کلک شو ، ځان ته مي وکتل او ومي ويل.....هلک پښتون يي شرم ده څوک خودي وژني نه خو وژل به هم ښايي تر دي سخت نه وې....... څه غيرت در خپل کړه او که نن بي غيرت سوي بيا به ټول عمر لکه پاړسيوان د ګاوندي لور ته د وره تر چولي ورګوري. له دي سره مي مضبوت موټ جوړ کړل ور مي ور وټکاوه بيا مي وتکاوه په زوره زوره مي وټکاوه خو په کور کښي سړه ثنا وه هيڅ چا غږ را ونه کړ خداي خبر چي ما به څنګه ورټکولي وو چي د ګاونډي کور يو ماشوم را ووت او حيران دريان يي راته وويل: کاکا څوک دي پکار دي؟ هسي ستاسو ګاونډيان ، تاسي خبر ياست چيرته دي؟ کاکا جانه ته يوه دقيقه ودريږه چه زه مي مور ته ووايم....... بيا يي کورته منډه کړه او له پنځو دقيقو وروسته بيرته راته راغي... مريض لري مور مي راته وويل چه علي آباد په شفاخانه کښئ دي. څوک يي مريضان دي نه يي خبر............؟ هلک بيا کورته ننوت خو دا وار ژر را ووت او مخکي له دي چه دروازه را کلکه کړي راته يي وويل: يا زما مورته يي همدا ويلي......: او بيا يي ډز سو ور يي را کلک کړ. او زه له سلو انديښنو سره پاته شوم........ څوک يي مريضان وو.....؟ څه مريضي يي وه.......؟ څنګه به وي...........؟ او دې په ما پوري څه ارتباط درلود او که هغه خبره سي چه ما سمه پوره جاسوسي ورپسي شروع کړي څه به وايي.......؟ دا او سل نوري خبري مي يوي خواته کړي او روغتون مي په خوله ورکړ. د علي اباد شفاخانه هم سم لوي ښار ده هلته د يوه ناروغ پيدا کول څه اسانه خبر نه وه . د روغتون د معلوماتو څانګي ته ورغلم او ورته مي وويل: دلته د ښکلا په نامه د چا مور ناروغه ده بستر ده.......... نرسي تري تري را ته وکتل.... څه رشته ورسره لري....؟ خپله مي ده! اصلآ زما د اکا ميرمن ده! او هغه ښکلا ښيي.....؟ ژر مي ورته وويل هو د اکا لوري مي ده نو..... نرسي سر تر پايه راته وکتل بيا يي ساړه ساړه راته وکتل او په لاس يي پورته خواته اشاره وکړه.... ورځه په اخري اطاق کښئ ده ....! تر وره پوري ورغلم ښکلا اوږده په کټ غزيدلي وه ، لکه چه د سر ويښتان يي ټول توي سوي وو د بوډيانو په څير يي سر په توره چيره کلک تړلي وو. لکه زيړه پلاله ، سترګي يي پټي وي . ډاکتر مي په اوږه لاس راکيښود او راته يي وويل: ښه دي چي تاسو راغلي.... ولي ډاکټر صايبه هغه څه ناروغي لري مه ورته حيرانيږه هغه ايدس نيولي خو دا ضرور نده چي بد اخلاق فعل به يي وو. بيا تر اوسه چي څوک مينه را ياده کړي زما ښکلا را په ياد شي. ",زما ښکلا 2101,," د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ کې په يو ځانمرګى بريد کې يوازې ځانمرګى وژل شوى دى . دغه بريد د ملى اردو د ځواکونو د قطار په وړاندې شوى ،چې پرته له مرګ او ژوبلې ،يوازې د ملى اردو يو موټر په کې ويجاړ شوي دى . دا دويم ځانمرګى بريد دى چې د دوو رځو په ترځ کې په کندهار کې تر سره کيږي . ",کندهار کې بيا ځانمرګى بريد شوي دى. 2102,," د پنجشنبې په شپه دايران په غربي سيمه کې د لرستان ايالت شمال شرق سيمې د زلزلې پرله پسې دريو ټکانونو ولرزولې چې تر دم ګړى د ٧٠ تنو د وژل کيدو او ١٢٠٠ تنو د ټپي کيدو رپوټ ورکړل شوى دى . ايرانى چارواکو ويلى چې څه ناڅه ٤٠ کلې دغه زلزلې زيانمن کړي دي . دزلزلې قدرت د ريختر ٦ درجه اټکل شوى دى.ويل کيږي د قربانيانو شميره ممکن ډيره وي . ",زلزلې ٧٠ تنه په ايران کې وژلې او ١٢٠٠ نورټپيان کړي 2103,," افغان دولتى چارواکو،لغمان ولايت کې د دولت شا ولسوالى د ولسوال ، يو ساتونکى او ٢ تنو خپلوانو د وژل کيدو خبر ورکړى دى .چارواکو ويلى چې په دې اړوند يې پلټنې پيل کړى او پته نه لګيږي چې دوژنې لامل څه وو؟ دغه وژنه د يو کمين په ترځ کې د پنجشنبې په ماښام شوې ده. همداشان د بلخ ولايت پوليسو د مزارشريف د ښار په څنډو کې د پنجشنبې په ورځ د يو ځانمر ګى بريد خبر ورکړى ، چې يوازې په کې ځانمرګى وژل شوى دى. خوست ،هلمند ،پکتيکا، قندهار او ننګرهار کې هم مرګ او ژوبلې شوې دي . دننګرهار ولايت دتورخم په سرحدي ښار هم د څلورو توعنديو بريد شوى دى ، چې مرګ ا ژوبله له ځان سره نه لري . دوه توغندى د بهرنيو ځواکونو پر اډه او دوه نور بيا د تورخم په ښارې برخه کې لګيدلي دي. ",په لغمان کې د يو ولسوال او ٣ تنو وژنه 2104,,"   ولسمشر کرزي تیره ورځ دبلجیم دبهرنیو چارو وزیر کارل دی خوخت سره وکتل او ددواړو هیوادونو ترمنځ دلا ښو اړیکو غوښتونکي شول بلجیم دامنیت دسازمان دا مهال مشري کوي ولسمشر کرزي له وزیر وغوښتل ترڅو افغانستان هم ددغه سازمان غړی وي. نوموړي دغه راز هغو بزگرانو ته چې دکوکنارو له کرکیلې لاس اخلي له ولسمشر سره دمرستو په کولو هم وغږید. ",ولسمشر دبلجیم د بهرنیو چارو له وزیر سره وکاته. 2105,,"   دامریکې دباندینیو چارو وزیرې کاندولیزا رایس د بریطانیا دلیورفول په ښار کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې هیواد یې په عراق ډېرې سهوې کړي نوموړې دا سهوې تاکتیکي بللي. له عراق هره ورځ دامریکایي سرتیرو دمرگ ژوبلې راپور ورکول کیږي. ",رایس: په عراق کې مو زیاتې سهوې کړي. 2106,,"   دامریکې دباندینیو چارو وزیرې کاندولیزا رایس د بریطانیا دلیورفول په ښار کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې هیواد یې په عراق ډېرې سهوې کړي نوموړې دا سهوې تاکتیکي بللي. له عراق هره ورځ دامریکایي سرتیرو دمرگ ژوبلې راپور ورکول کیږي. ",رایس: په عراق کې مو زیاتې سهوې کړي. 2107,," ناپيږانده وسله والو کسانو نن سهاروختى د تخار ولايت دولايتى شورا رئيس سيد صادق د دغه لايت د خواجه غار ولسوالى کې په ډزو سره په خپل کورکې و ژلى دى . سيمه امنيتى چارواکو کلابند کړې او په دې اړوند يې پلټنې پيل کړى دى . نوموړى له ټپى کيدو وروسته په يو ځايى روغتون کې سا ُ ورکړې ده . د پېښې په تور تر دم ګړى څوک نه دي نيول شوي . دولتى چارواکو ددغه وژنې پخلۍ کړى دى. ",د تخار ولايتى شورا رئيس وژل شوى دى. 2108,," ناپيږانده وسله والو کسانو نن سهار وختې په خپل کور کې د تخار ولايت ولايتى شورا رئيس ددغه ولايت د خواجه غار ولسوالى کې په ډزو سره وژلى دى . پوليسو سيمه د پلټنې په موخه کلابند کړې ده او تر اوسه يې د پېښې په تور څوک نه دي نيولي . نوموړى له ډزو وروسته په يو ځايي روغتون کې ساُ ور کړې ده . ",د تخار ولايتى شورا رئيس ووژل شو 2109,عزت الله پېژاند، کابل," ژوند يو ستړې تياره لار ده د آرمان تر بلې شمې چې لنډېږي ای جانانه په اميد، مينه او وينه.  05_12_4 ",ژوند 2110,سخي جان," د بېنوا ويبپاڼي چلوونکو ته ! مخکې مې هم ستاسې  د درنې ويباڼې له لا ليارې په کابل کې د پښتو ژبې د ښوونځيو  د نه شتون په هکله  د پوهنې د وزارت سره خپلې ستونزې مطرح کړې وې.  او غوښتنه مو ترې کړې وه چې  دکابل ښار په احمد شاه بابا مينه کې د پښْتوښوونځي او يا لږ ترلږه په موجوده ښوونځيو کې د پښتو ټولګي تأسيس کړي، خو اوس چې ۱۳۸۵ تعليمي کال پيل شوي تراوسه د پوهنې وزارت په دې هکله کوم عملي اقدام نه دي ترسره کړي، او فکر کوم چې زموږ غوښتونو ته يې په لوي لاس پاملرنه نه ده کړې، او اوس چې لا د کرزي صاحب د نوې کابينې په اوسني نوم لړ کې د پوهنې وزارت ته محترم اتمر صاحب نومول شوي دي نو اوسني چارواکي به د (به من چي په پاليسۍ عمل کوي) او د زرګونو وطنوالو ستونزې به د پخوا په څېر په خپل حال پاتې او د وخت په تېرېدو به لا هم زياتې شي. زه شخصاُ د محترم اتمر صاحب نومول نوموړي وزارت ته نيک پال ګڼم او سر داوسه د هغه پاملرنه د دې حساسې موضوع معقول او منطقي حل ته راګرځوم . په همدې ډول ددې موضوع په هکله د ملي شورا چې په هېواد کې د خلکو د هيلو او اميدونو يواځيني مرجع پاتې ده ، توجه راګرځوم، که چېرې ملي شورا هم خداي نخواسته دې موضوع ته لکه د نورو چارواکو په څېر په بې تفاوتۍ  برخورد وکړي نو ډېرۍ هېوادوال چې تر اوسه پورې په بهرنيو هېوادونو کې په دې اميدو چې نن وي او که سبا خپل پلرني هېواد ته راستانه شي، په خپل تصميمونو کې بدلون راولي او په بهرنيو هېوادونو که به ددايمي اوسېدنې په لټه کې شي، چې پايلې به يې هرو مرو لکه څنګه چې تاريخ ښودلې ده زموږ په مورنۍ زبه (پښتو) او پښتني کلتــــــور او فرهنــــګ منــفي وي. په پاي کې هيله کوو چې زما پورتني ليک د خپلې ويب پاڼې له لارې د پوهنې وزارت  او ملي شوري د عملي اقدام لپاره خپور کړﺉ. په درنښت سخي جان د ننګرهار پوهنتون  د اقتصاد د پوهنځي پخواني استاد ",""""" د اتمر صاحب نومول نېک پال ګڼم """"" 2111,," د کندهار يو دولتى چارواکى بينوا ته وويل: نن غرمه( ١٢ ) بجې د کندهار د ميوند ولسوالى دملنګ کاريز په سيمه کې هغه مهال چې د بهرنيو او ملى اردو دځواکونو يو کاروان په تيريدو وو، ځانمرګى بريد شوى دى چې يوازې په خپله ځانمرګى په کې وژل شوى دى. يو بل کس بيا د ځواکونو په ډزو وژل شوى دى . چارواکو ادعا کړې ده ،دويم کس چې پر موټر سايکل سپور وو، ددغه بريد څار کاوه ،او غو ښتل يې چې تيښته وکړي .دغه کاروان د هلمند دسنګين ولسوالى څخه د کندهار په لور روان وو، چې د ميوند ولسوالۍ کې تر بريد لاندې راغۍ . دا دريمه ورځ ده چې په کندهار کې پرله پسې ځانمرګي بريدونه تر سره کيږي . نننۍ بريد په يو موټر کې رامينځ ته شوى دى. ",کندهار کې نن غرمه ځانمرګى بريد شوى دى. 2112,," دولسى جرګې په نننۍ ناسته کې په غوڅ اکثريت سره استازو دا ومنله چې د افغان ولسمشر حامد کرزي وړاندې شوي کابينې پر نوم ليک به د دوشنبې په رځ د باورد رايې لړۍ پيل کړي . له دې وړاندې د دولت او ولسى جرګې ترمينځ د دولت د تشکيلاتو پر سر ناندرى روانې وې چې اوس مهال د دولت اوسنۍ تشکيلات ولسى جرګې ته د منلو وړ وګرځيد. کرزى د باور د رايې د ترلاسه کولو په موخه ٢٥ وزيران ولسى جرګې ته ړاندې کړي دي. ", کابينې ته دباورد رايې لړۍ د دوشنبې په ورځ پيل کيږي 2113,," د ائيتلافى ځواکونو ٢ تنه هغه مهال ټپيان شول ،چې نن يې فوځى موټر ته نيږدې د لارې په اوږدو کې د کنړ ولايت د ماڼوګى ولسوالى د خاکى په سيمه کې بمى چاودنه و شوه .که څه هم تر دم ګړى د دغه چاودنې په هکله پوره رپوټ نشته ، مګر په سيمه کې عينى شاهدان د دوو تنو ټپى کيدو خبره کوي. دکنړ ولايت دولتى چارواکو د پېښې پخلۍ کړى مګر د مرګ، ژوبلې او اوښتى زيان په اړوند بې خبري څرګندوي. په دغه چاودنه کې چې تر ډيره بريده يې د ريموت کنټرول چاودنې شک پرې کيږي ، فوځى موټر ويجاړ شوى دى. ",په کنړکې چاودنې د ائيتلافى ځواکونو ٢ تنه ژوبل کړي 2114,,"   میر داد الله دهلمند پخوانی امنیه قومندان ویل کیږي نن دکابل په خیرخانه کې وژل شوی مونږ ددې موضوع په اړه خیرخانې ته ورغولو ولې کوم څه مو ونه موندل ځېنې خبرونه بیا دا وایي چې نوموړی دوه ورځې وړاندې یرغمل نیول شوی وه او جسد یې نن پیدا شوی کوم رسمي لوري پدې اړه لا څه ندي ویلي دغه راز نوموړی دپارلمان غړی هم وه. ",دهلمند پخوانی امنیه قومندان وژل شوی. 2115,,"   دولسمشر کرزي دمطبوعاتي دفتر له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر کرزی دتخار دولایتي شورا دمشر سید صادق اغا پر وژنه خفه شوی او کورنیو چارو وزارت ته یې دنده سپارلې ترڅو په اړه یې څیړنې وکړي. سید صادق اغا نن سهار پنځه بجې دتخار په خواجه غار ولسوالۍ کې دناپیژاندو وسلوالو له لورې پخپل کور کې تر ډزو لاندې راغی او په روغتون کې یې ژوند نوره یاري ورسره ونه کړه ",ولسمشر دتخار دولایتي شورا دمشر پر وژنه خفه شوی. 2116,," د هلمند ولايت د کجکې په سيمه کې د جمعې په ورځ له غرمې وروسته د دولتى ځواکونو او مخالف جنګياليو ترمينځ درندې جګړې شوي چې په ترځ کې يې د ٦ تنو مخالف جنګياليو اويو دولتى عسکر دوژلو رپوټ ترلاسه شوى دى . په رسمې توګه د مرګ او ژوبلې په هکله لا تر اوسه کره رپوټ نشته ، طالب اورپکې يوازې د ٢ تنو د ټپى کيدو خبره منې او وايى چې دولتى لوري ته يې ډيرزيان رسولى دى. . په دغه سيمه کې مخالف جنګياليو ٣ کلى له دولتى ځواکونو څخه نيولى و و، چې د تيرې شپې په اوږدو کې بيرته له کليو څخه وتلي دي. په هلمند کې چارواکى وايي چې ځايي ولسي خلکو طالبان له خپلو سيمو څخه ايستلي دي. ",د هلمند جګړو کې ٧ تنه وژل شوي دي. 2117,,"   دغه امریکایۍ خبریاله چې جیل کارل نومیږي نن جرمني ورسیده او دیرغمل کوونکو له منگولو خوشې شوه کارل دجنورۍ په په ٧ په بغداد کې دناپیژاندو وسلوالو له لورې یرغمل شوې وه او ٨٢ ورځې وروسته دادی خوشې شوه کارل وویل"" ډیره خوشحال یم چې جرمني ته راورسیدم"" کله چې دجرمني په هوایي ډگر کې له الوتکې ښکته شوه ډیره خوشحاله بریښیده او امریکایی پوځي کالي یې پر تن وه. کارل ٢٨ کلنه ده او د کریشین ساینس مانیتور سره یې کار کاوه خو دهغې عراقی ژباړن وژل شوی. ",عراق کې یرغمل شوې امریکایۍ خبریاله جرمني ته رسیدلې. 2118, ګل آغا احمدي وردك,"  ګل آغا احمدي وردك حكومت يا اداره د يوه هيواد د هر اړخيز جوړښت، موجوديت او سمون د بسټيزو اركانو له جملې څخه ګڼل كيږي چې پرته له هغه څخه د هيواد موجوديت له پوښتنې او د ساكنو وګړو ژوند يې د ګډوډيو سراب ته لويږي. اداره يا حكومت هغه ستر الهي نعمت دى چې د انسانانو له ډلې څخه وړ كسان د خپلو خلكو د چارو واګې په لاس كې اخلي او د ژوند د سمون لپاره نه ستړي كيدونكې هلې ځلې كوي. د حكومت يا ادارې په وسيله انسانان د خپل ژوند چارې په داسې ډول برابروي چې د هر ډول برياليتوب راز پكې پروت او د زياتو ناخوالو مخه يې نيولې وي. بريالۍ اداره بيا له هغه ادارې او يا حكومت څخه عبارت ده چې د خلكو په خوښه را منځته شوې وي، د هيواد د هراړخيزو اړتياوو سره سم داسې غوره اداري تشكيلات، چارواكي او مناسب لګښتونه ولري چې د اړوند هيواد له اقتصاد، ټولنيز ژوند او اړتياوو سره اړخ لګوي. په همدې توګه ورسپارل شوې چارې په بريالۍ او اغيزمنه توګه سر ته رسوي، د خلكو چوپړ خپله دنده ګڼي، د انسانې ټولنې د رضايت له تول سره برابره، د عصر په نوې تكنالوجۍ سمباله او د هر ډول فساد مقابلې ته چمتو وي. د افغانستان پر اداري جوړښت ډيرې ناخوالې، ښې او بدې ورځې راغلي دي خو د پخواني پاچا شاهي اداره او د مرحوم شهيد محمد داودخان جمهوري حكومتونه يې وروستۍ نمونې دي چې د ځينو نيمګړتياوو سره سره يې د افغانستان د ادارې او حكومت د نوو او نسبي برياليو بيلګو په توګه ګڼلى شو. د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غوايي له كودتا وروسته د افغانستان حكومتي اداره د ورځې په تيريدو سره د شړيدو په لوري تللې چې د كورنيو حالاتو او په هيواد كې د بهرنيو لاسوهنو په نتيجه كې څو څو ځلې د ډول ډول كودتاګانو، جګړو او ګډوډيو په وسيله د بشپړې نابودۍ ترخې ورځې هم ليدلې چې لنډ تاريخ پرې ګواه دى. په لنډه توګه بايد وويل شي چې د افغانستان حكومتي اداره او تشكيلات څو څو ځلې د كمونستانو د خپل منځي تربګنيو او د هغه له ماتې وروسته د مجاهدينو د جګړو، ناتار، او د طالبانو د غورزنګ له ځانګړو تشكيلاتو څخه هم راتيره او د طالبانو له ماتې وروسته بيرته د هغو جنګي ډلو په وسيله د حكومت په نامه و نومول شوه چې كابل يې په ولكه كې وركړل شو. په دې وخت كې هغه ټول تشكيلات بيرته رسمي و ګڼل شول چې د ۱۳۷۱ د غوايي د آتمې نيټې د بدلون په نتيجه كې منځته راغلي او ځينې جنګې ډلې د كابل په مختلفو برخو واكمنې شوې وې. د لنډمهالې، منځمهالې او انتخابي حكومتونو په دې څو كلنه دوره كې هم يوازې ډير جزوي بدلونونه پكې راغلي چې له فوځي تشكيلاتو پرته تقريبا نور نو د اوسنۍ ادارې جوړښت هماغه پخوانى دى، زياتره لوى او واړه مامورين يې هم هماغه دي چې پخوا وو او زياتره برخه يې د داسې جنګي ډلو غړي تشكيلوي چې د طالبانو له ماتې وروسته په كابل را مات شول چې د كاري وړتيا په هكله يې هر افغان پوره معلومات لري. بله برخه مامورين يې د پخوانيو ادارو هغه پاتې غړي دي چې زياتره يې د زماني د نوو اداري پرنسيپونو او تكنالوجۍ سره نابلده دي او كوم نوي كسان چې په تشكيلاتو كې ور اضافه شوي د هغوى هم ډيره برخه د روابطو په اساس ټاكل شوې او د داسې مناسبو اداري كارونو د سر ته رسولو له وړتيا څخه محروم دي چې د زمانې له غوښتنو سره اړخ لګوي ځكه چې زياتره يې هماغه كسان دي چې پخوا يې د جګړې او مختلفو وجوهاتو له امله دندې خوشې كړې وې. په همدې توګه په ځينو پوستونو كې د ګوتو په شمير داسې كسان هم ټاكل كيږي چې څه ناڅه د نوې تكنالوجۍ او نوو اداري پرنسيپونو سره بلدتيا او له هيواد سره د زړه سوي احساس ولري خو هغوى په هيڅ توګه نه شي كولاى په داسې يوه اداره كې د پام وړ اساسي بدلونونه، نوښت او بيا جوړونه رامنځته كړي چې مامورين يې ټول له پورته ياد شوو اصنافو څخه تشكيل شوي وي. له بلې خوا يوه ستونزه چې د اوسني دولت اداره يې د وړ معيارونو او افرادو له نشتوالي سره مخ كړې ده هغه د هيواد په موجوده حالت كې د غير دولتي خپلواكو موسسو يا انجوګانو موجوديت دى ځكه هغه څوك چې څه ناڅه كاري وړتيا ولري نو د غوره امكاناتو او تنخواوو د لاسته راوړلو لپاره له انجوګانو سره كار كولو ته زړه ښه كوي. نو په دې توګه ويلاى شو چې د افغانستان په اوسنۍ اداره كې په ټوليزه توګه د نوو اداري نوښتونو او بدلونونو درجه له نشت سره حساب ده.  اوسنۍ اداره په حقيقت كې د دې تيرو ياد شوو ادارو د افرادو نچوړ بلل كيداى شي چې په لنډه توګه اشاره ورته وشوه، زياتره مامورين يا غړي يې د دې تيرو ټولو ادارو او حكومتونو پاتې شوني دي او پرته له عسكري تشكيلاتو هغه ټول ملكي تشكيلات د كمو توپيرونو سره يو ځاى په اوسنۍ اداره كې ځاى په ځاى پاتې دي چې ځينې يوازې تش په نوم او ځينې بيا نيم او نيم ګور فعال دي چې په پخوانيو يادو شوو ادارو كې موجود وو. د افغانستان اداره چې په داسې يوه ناروغ حالت كې شپې او ورځې سبا كوي نو د ستونزې حل څه كيداى شي؟ د ستونزې د حل لپاره دې د لومړي ګام په توګه د وزارتونو په شمير كې د پام وړ كموالى راوستل شي په دې ډول چې اوسني وزارتونه او مستقل رياستونه له هغه اړتياوو څخه بيخي زيات دي چې افغانستان يې ورته اړه لري بلكي د زياتره وزارتونو دندې او وظيفې سره ورته دي. كه د افغانستان د حكومت اقتصاد او اداري اړتياوو ته په ژوره توګه وكتل شي نو ښايي چې ځينې هغه وزارتونه له يو بل سره يو ځاى شي چې ورته دندې لري او تقريبا د ورته كارونو د سر ته رسولو لپاره په كار ګمارل شوي دي. د ساري په توګه د پوهنې او د لوړو زده كړو لپاره د افغانستان په څير هيواد كې يوازې يوه وزارت ته اړتيا شته ده چې دواړه د زده كوونكو او محصيلينو اړوندې چارې يا په هيواد كې د زده كړې بهير مخته بيايي. د اطلاعاتو كلتور، ښځو چارو او ځوانانو چارو د مخته بيولو لپاره يوازې يوه وزارت ته اړتيا شته ده چې د ياد شوو وزارتونو اړوندې چارې په مخ بوزي، وزير يې ريښتينى افغان او زړه سواند شخصيت وي. د كار، ټولنيزو چارو، شهداوو معلولينو چارو او بيرته راستنيدونكيو لپاره يوازې يو وزارت په نظر كې و نيول شي. د ماليې، اقتصاد او سوداګرۍ وزارتونه يوازې يوه وزارت ته اړتيا لري چې د دغه دواړو وزارتونو اړوندې چارې په مخ بوزي. د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت دې د كورنيو چارو له وزارت سره يو ځاى شي، د اوبو انرژۍ او كانونو لپاره يوازې يوه وزارت ته اړتيا شته. د ښار جوړولو، مسكن او عمومي ګټو وزارتونه كيداى شي يوازې په يوه وزارت بدل شي او د ترانسپورت لپاره يو رياست هم كافي ګڼل كيږي. ځكه كه اوس مهال د افغانستان د الوتكو شمير او تراسپورتي چارو ته وكتل شي نو بيا خو يوازې يو رياست ورته كافي ګڼل كيږي. په همدې توګه د حج او اوقافو وزارت لپاره يو رياست كافي دى ځكه چې نوموړى وزارت په ټول كال كې مكې مكرمې ته يوازې د ۲۵۰۰۰ څخه ت ۳۰۰۰۰ افغان حاجيانو د سفر چارو ته سمون وركوي او دغه كار يو رياست هم په آسانۍ سره تر سره كولاى شي.  په همدې توګه د يوې ژورې څيړنې په ترځ كې په كار ده چې د وزارتونو د د ندو او تشكيلاتو په اړه عميق فكر وشي چې له دفاع، كورنيو چارو، بهرنيو چارو، كرنې، عدليې، ښوونې، مخابراتو او داسې نورو مهمو وزارتونو څخه پرته حكومت ته په كار ده چې د ورته وزارتونو دندې په ژوره توګه و څيړي او يو داسې مختصر حكومت رامنځته كړي چې د افغانستان له حالاتو سره اړخ لګولى شي، په نوې تكنالوجۍ سمبال وي، غوره مختصر كاري ځواك ولري او د خپل كاري ځواك د ژوند اړتياوې يې په ښه توګه په نظر كې نيولې وي. په همدې توګه د دندو لپاره د اشخاصو د ګمارلو پروسه په شفافيت، پوهنيزو بنسټونو، لياقت، وړتيا او يوازې د ضرورت له مخې پكې تر سره كيږي. ادامه لري ",كمكۍ اداره بريالۍ اداره(لومړۍ برخه) 2119, دافغانانو کلتوري ټولنه - بلجيم," د مشرانو جرګې او ولسي جرګې د پام وړ ! دټول افغان او نورو ويبپاڼو له لاري مو خبر ترلاسه کړ چي( دافغانستان د ملي ! راډيو تلويزيون  مشر نجيب روشن) اروپا ته دخپل سفر په ترڅ کي دالمان ږغ تلويزيوني چينل له مشرانو سره په جرمني کي د ۲۰۰۶ کال دفټبال  دنړيوالو لوبو په اړه ويلي دي چي دافغانستان لپاره دي ددغو لوبو دبهير دمخامخ خپرولو په وخت کي  يوازي په پارسي ژبه  په خپرونو بسنه وشي اود پښتو ژبي ژباړي ته يې اړتيا نه ليدله کيږي . موږ په دې باور يو چي دالمان له لوري دغه خپروني دافغانستان له ټول ملت سره د دوستۍ پر بنسټ ترسره کيږي  نه له يوې  ژبي سره دخواخوږۍ پر بنسټ، نو له همدې امله ټول افغانان د جرمنيانو له نيکو او دوستانه مرستو اواړيکو څخه منندوی دي   . په بلجيم کي دافغانانوکلتوري ټولنه ، دافغانستان   دمشرانو جرګې او ولسي جرګې له درنوغړو څخه په درنښت هيله لري چي دراډيو تلويزيون مشر دي داساسي قانون د مندرجاتو څخه دسرغړوني او دافغانستان دملي يوالي  پر وړاندي دداسي يو ګام د اوچتولو له امله وپوښتل شي .   په درناوي په بلجيم کي دافغانانوکلتوري ټولني مشرتابه جرګه بروکسل  ۱-۴-۲۰۰۶ ",د مشرانو جرګې او ولسي جرګې د پام وړ ! 2120,افغاني کلتوري ټولنه – هالنډ," وخت په وخت مو له بېلابېلو رسنيو څخه دافغانستان دملي راډيو تلويزيون  په خپرونو کي دپښتو ژبي سره د مور او ميرې دسلوک په اړه خبرونه ، راپورونه ، او نيوکي لوستلي او اورېدلي دي . کله چي مو خپله هم دافغانستان دملي راډيو تلويزيون خپروني اورېدلي دي نو څرګنده شوې ده چي ددوی په خپرونو کي د پښتو ژبي سره دنامناسب چلند په اړه د سرټکوونکو نيوکي اواندېښنې پر ځای دي . په دې وروستيو کي  مو د افغانستان د راډيو تلويزيون دمشر نجيب روشن په اړه په ټول افغان ويبپاڼه کي هغه ليکنه ولوستله چی المان ته د خپل سفر پر وخت يې  د المان ږغ  تلويزيون مسولينوته مشوره ورکړې وه چي دفټبال دنړيوالو اتلوليو دلوبو پر وخت دي المان ږغ ټلويزيون  د افغانستان له پاره  (يوازي په پارسي ژبه ) خپروني وکړي ، موږ  دنوموړي داڅرګندوني د بېلتون او نفاق پر لور يوګام بولو .   موږ د افغانستان دمشرانو جرګې او  ولسي جرګې له درنو غړو  او په ځانګړې توګه د افغانستان دمشرانو جرګې او د افغانستان داساسي قانون دلويي جرګې   له دروند مشر جلالتماب حضرت صاحب صبغت الله مجددي څخه په ډېر درنښت هيله کوو چي د افغانستان دملي يوالي دساتني او په هالنډ کي دمېشتو افغانانو داندېښنې ليري کولو لپاره له هغو کسانو چي  له دولتي واک څخه ناوړه ګټه پورته کوي او ملي بېلتون ته لاره هواروي ، پوښتنه ګروېږنه وکړي .   په درنښت افغاني کلتوري ټولنه – هالنډ امستردام    ۲-۴-۲۰۰۶   ",د ملي تلويزيون له مشر نه مو دا تمه نه لرله !؟ 2121,," له کومي ورځي چي د بېنوا ویب پاڼي په خپلو نشراتوپېل کړی اود انټرنیټ  په ډګر کښي ئې  په پښتو رسنیو کښي  ځانګړی ځای موندلی  دی  نوزیاتو لوستونکو په بیا بيا دا غوښتنه کول چي په بېنوا پاڼه کښي  دي د لوستونکو د بختیا او تفریح لپاره  پښتو موسیقي هم ځای  شي . دا چي هغه وخت موږ د بېنوا ویب پاڼي په زېرمتون ( سرور) کښي د زیاتو موادو د خوندي کیدو امکان نه درلوده  نو د لوستونکو دغه غوښتنه همداسي بې جوابه پاته وه . خو اوس چي زموږ دا ستونزه تر یو حده حل شوې ده  ، نودبېنوا ویب پاڼي د درنو لوستونکود غوښتني سره سم مو په بېنوا ویب پاڼه  کي پښتو موسیقي ته هم ځاې ورکړ .       داچي په یوه وخت کي د زیاتو پښتو سندرو راټولول یوه څه ستونزمن کار و نو هغه سندري چي زموږ سره موجودي وې هغه مو ستاسي لپاره د اوریدو جوګه کړې خو د لوستونکو او په خاصتاً د هنرمندانو څخه مو غوښتنه داده چي د پښتو سندرو  د برخي په لا بډاینه کي خپله همکاري له مونږه ونه سپموي ستاسي یو چوپړوال  ::   خالد هادي حیدري ",په بېنوا ویب پاڼه کي پښتو موسیقي واورئ 2122,," له کنړ څخه په رارسيدلو رپوټونو کې ويل شوي ، د بم په هغه چاودنه کې چې پرون ددغه ولايت د ماڼوګى ولسوالى د خاکى په سيمه کې د لارې په څنډه کې رامينځ ته شوه ، پنځه تنه امريکايان ټپيان شوي دي .ژوبل شوي امريکايان د درلمنې له پاره ناپيږانده روغتون ته ليږدول شوي او تر دم ګړى څرګنده نه ده چې روغتيايي حالت يې څنګه دى .پرون يوازې د ٢ تنو د ټپي کيدو او د يو موټر د ويجاړيدو خبر ترلاسه شو . ويل کيږي چې بمى چاودنه د ريموټ کنټرول له مخې شوې ده .پېښه هغه وخت رامينځ شوې چې امريکايانو په دغه سيمه کې ګزمه کوله . داهم ويل شوي چې وروسته له چاودنې د څو شيبو له پاره د ډزو غږونه هم په دغه سيمه کې اوريدل شوي . په يو بل رپوټ کې چې لا تراوسه يې رسمي پخلۍ نه دى شوى ، راغلي چې دوه تنه امريکايان په دغه چاودنه کې وژل شوي دي. ",٥ تنه امريکايان په بمى چاودنه کې ټپيان شوي 2123,," د افغانستان په جنوب دهلمند ولايت کې د پرله پسې جګړو او وژنو د لړۍ پر دوام پرون وروسته له غرمې هم ددغه ولايت د ګرشک د حيدراباد په سيمه کې د نړيوالو ځواکونو د موټرو پر يو کاروان بريد شوى دى ، چې له امله يې څه ناڅه ١٠ ټانکر سوځول شوي دي. له سيمې څخه تر اوسه پورې دمرګ او ژوبلې په اړوند روڼ انځور نه شته ، يوازې دهلمند يو لوړ پوړې چارواکې د ټيلفون پر کرښه له بينوا سره د پېښې پخلى کړى دى. ",د نړيوالو ځواکونو ١٠ ټانکر سوځول شوي دي. 2124,," د هلمند چارواکو منلې چې تيره شپه ددغه ولايت په يوه اړوند امنيتي پوسته کې يو شکمن طالب د پوستې ٤ تنه دولتى ساتونکى په ډزو وژلي دي. وروسته شکمن کس هم د نورو ساتونکو له لوري په ګوليو وژل شوي دي . چارواکي وايي نوموړى کس د مسافر په جامه کې د شپې د تيرولو په موخه په دغه پوسته کې پاتې شوى وو.د طالب اورپکو وياند منلې چې دا بريد د دوى په لارښونه د نوى تکتيک دکارولو په موخه تر سره شوى دى. همدارنګه د ګرم سير ولسوالىکې دکوکنارو د کښت پرمهال يو ملکى وګړى په بمې چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ . ",شکمن طالب ٤ تنه دولتي پوليس وژلي دي 2125,," د کابل ښار په ٨ ناحيه کې نن شپه د لس نيمو بجو په شاو خوا کې يو توغندى لګيدلى دى ، چې ځانى زيان نه لري . پوليسو ويلي چې دغه توغندى د کابل جنوب ختيځې سيمې د بګراميو له لوري توغول شوي او په دې اړوند په سيمه کې پلټنې پيل شوي دي. ", په کابل ښار د شپې يو توغندى لګيدلى دى . 2126,," د طالبانو د ډلې مشر ملا محمد عمر په افغانستان کې د زورزياتي د ډير والي خبره کوي او په يو پيغام کې يې څرګنده کړې چې د پسرلي د موسم له پيل سره به خپلو بريدونو ته زور ورکړي .د ملا عمر په پيغام کې ،چې د خپل يو وياند محمد حنيف له لوري په افغانستان کې ځايي خبري رسنيو ته لوستل شوى ، راغلي ،په افغانستان کې به بهرنى ځواکونه په راتلونکو مياشتو کې د طالبانو له دا ډول بريدنو سره مخامخ شي ، چې هيڅ ډول اټکل به يې ونه شي . په پيغام کې ټينګار شوى چې د هوا په توديدو سره به په افغانستان کې د بهرنيو له پاره ځمکه دوزخ وګرزوي او دغه ځواکونه به دطالبانو د سختو بريدونو شاهد وي. وياند داهم ويلي چې ملا عمر په افغانستان کې د ننه د طالبانو د ځواکونو لارښونه په غاړه لري . ",ملا عمر: د بهرنيوځواکونوله پاره به ځمکه دوزخ وګرزو 2127,," د امريکا او د بريتانيا د بهرني چارو وزيران کاندوليزا رايس او جک استراو په ناڅاپي توګه عراق ته رسيدلى او ټاکل شوې ده چې ددغه هېوادله لومړى وزير ابراهيم جعفري او ولسمشر جلال طالباني سره د نوى دولت د جوړيدو پر سر خبرې وکړي . جعفرې دې ته هڅول کيږي ترڅو د خپلې دندې نه ګوښه شي .دغه وزيران به د هغه زورزياتى پته هم و لګوي ، چې په دې وروستيو کې د مذهبې شخړو په ترځ کې په عراق کې رامينځ ته شول. رايس په عراق کې ويلي چې امريکا او بريتانيا هيله من دي چې نوي حکومت زر جوړ شي او عراقى سياستوال د يو ملى دولت په موخه په خپلو کې سره جوړ جاړى وکړي . ",رايس او استرا په ناڅاپي توګه عراق ته رسيدلي 2128,," د کندهارښار په لويديځ د شپږمې ناحيې دپاتاو پر امنيتي پوسته د يکشنبې پر ماښام وسله والو موټر سايکل سپرو بريد وکړ چې په ترځ کې يې ٥ تنه پوليس مړه او ٣ تنه ټپيان شوي دي . عينى شاهدان وايي وسله وال بريد کونکى په بيړه د پېښې له ځاى څخه وتښتيدل . په کندهار کې دولتى چاراکو په دې هکله څرګندونې نه دي کړې .دطالبانويو وياند قارى يوسف بيا د ٦ تنو دولتى پوليسو دوژلو خبره کوي. ",کندهار کې ٥ پوليس وژل شوي دي. 2129,," افغان ولسمشر حامد کرزي ته د افغانستان د مرکزي بانک د مشر نورالله دلاوري په رپوټ وړاندې کولو کې راغلى چې په کال ١٣٨٥ کې د سړى سر کلنى عايد به ٣٣٥ ډالرو ته لوړ شي .کرزي له دې وړاندې ويلي وو، چې هڅه به وکړى د خپلې پنځه کلنې دورې په موده کې د افغانانو د سړى سر کلنى عايد ٥٠٠ ډالرو ته جګ کړي .دلاوري ويلي په کال ١٣٨٤ کې دغه عايد ٢٣٩ ډالرو ته رسيدلى چې په دې توګه ٩٣ ډالره زيات شوى دى . همداشان ده ويلي اقتصادى وده په سلو کې ٦ زياته شوې او د انفلاسيون په اړوند يې برياوې ترلاسه کړې دي . ",د سړى سر کلنى عايد به سږ کال ٣٣٥ ډالرو ته لوړ شي 2130,," د نيمروز والى دا خبره منلې چې پرون ناوخته د دولت مخالف جنګياليو د فراه او نيمروز د لارې په اوږدو د بکوا - دل ارام دشته کې يو ترکى انجينير په ډزو سره وژلى او د هغه له٣ افغان ساتونکو څخه يې يوازې وسلې اخيستې دي . په کابل کې د ترکيې سفارت تردم ګړى څه نه دي ويلى او دا لا هم نه ده روښانه ،چې دغه انجينير دکومې موسسې له پاره کار کوو . يوازې ويل شوي چې وژل شوي انجينير د لارې جوړولو په موسسه کې کارکوو . د نوموړى انجنينير موټر لومړى درول شوى او بيا وروسته په ډزو وژل شوى دى . ",يو ترکى انجينير دافغانستان په جنوب غرب کې وژل شوي 2131,زردشت شمس :: کابل," په دغه سيمينار کې ٢٧٠ کسانو ګډون کړى و، چې په مورنۍ ژبه د زده کړې پر اهميت ځينو ويناوالو رڼا واچوله. د سيمينار په منځنۍ برخه کې دولت، ملي شورا (ولسي جرګې، مشرانو جرګې)، مدني ټولنو، د بشر حقوقو خپلواک کمېسيون او ولس ته ځانګړي وړانديزونه وشول. زردشت شمس :: کابل  د وري پر ١١مه: د ګڼ شمېر ځوانانو په نوښت د هېنداره مطبوعاتي او فرهنګي مرکز له خوا نن په کابل کې په مورنۍ ژبه د زده کړې اهميت تر سرليک لاندې يو ورځنى سيمينار جوړ شو. په دغه سيمينار کې ٢٧٠ کسانو ګډون کړى و، چې په مورنۍ ژبه د زده کړې پر اهميت ځينو ويناوالو رڼا واچوله. د سيمينار په منځنۍ برخه کې دولت، ملي شورا (ولسي جرګې، مشرانو جرګې)، مدني ټولنو، د بشر حقوقو خپلواک کمېسيون او ولس ته ځانګړي وړانديزونه وشول. (دغه وړانديزونه د همدغې وېباڼه په کلتوري او فرهنګي خبرو اترو کې بشپړ ولولئ.)  سمينار چې د قران کريم په تلاوت پيل شوى و، ډاکټر محمد ابراهيم شينواري په خپله وينا کې وويل: له ښوونځي څخه د ماشوم د مورنۍ ژبې ايستل، له ښوونځي نه د ماشوم ايستل دي. ډاکتر شينواري زياته کړه: دغه خبره د د ټورنټو پوهنتون استاد، جېن کومنس څېړنه چې په ٣٠ کلنونو کې يې ١٥٠ څېړنې کړې دي. ډاکټر شينواري وويل: لوى خداى انسان ته د مورنۍ ژبې اهميت په دې ايت کې ښيي: او (د الله) د قدرت له نښو څخه د اسمانونو او ځمکو پيدا کول او ستاسو د ژبو او رنګونو رنګارنګي ده. او په دې کې د پوهانو لپاره نښې شته. (الروم، ٢٢ ايت) په مورنۍ ژبه زده کړې د کوچنى په ښوونيزو او اروايي پرمختيا کې ډېره ونډه لري، ګڼو څېړنه همدا خبره څرګنده کړې ده. په د سيمينار له ويناوالو څخه عبدالففور لېوال وويل: د چټکې زده کړې شرايط برابروي، د لفظونو پياوړې ذخېره جوړوي، کوچينى اساسي موضوع ژراخېستى شي، نورې ژبې ښې زده کوي. ماشوم له اروايي عقدو څخه خلاص وي، په ځان باور لري. په دغه سيمينار کې د مخابراتو وزير اميرزي سنګين، د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې وزير قادري، په پوهنيزو او فرهنګي چارو کې د ولسمشر مطبوعاتي وزير زلمي هېوادمل، د ښوونې او روزنې وزارت اداري معين محمد صديق پتمن، کابل والي حاجي دين محمد، خوست والي معراج الدين پټان، د ولسي جرګي غړيو، د مشرانو جرګې غړيو او د ګڼ شمېر نورو ولايتونو څخه ډېر خويندو او وروڼو ګډون کړى و. د سيمينار يوه ګډونوال زمري ګوربت ته وويل: ډېر خوښ يم چې په دغسې يوه سيمينار کې ګډون کوم، په مورنۍ ژبه د زده کړې اهميت په پوهيزه او اکاډميکه توګه بحث وکړ. دغه دغه سيمينار کې د پشه يي ژبې ليکوال او شاعر امله وال وينا واوروله او ويې ويل: د پشه يي ژبې لپاره نه هم په فرهنګي او مطبوعاتي ډګر که څه شرايط مساعد دي او نه هم په ښوونځيو کې، موږ دومره ګيله نه کوو، د پښتو ژبې چې دغسې حال وي، نو الله دې زموږ حال ته خير کړي. په سيمينار کې د کوچينانو له خوا ترانه واورول شوه او همدغو کوچنيانو ته د ولسي جرګې د وکيل ښاغلي کټوازي له خوا سوغات ورکړل شو. د پوهنې اداري معين پتمن د سيمينار د پرېکړه په اړه د سيمينار له اداري کاري ګروپ څخه وغوښتل چې وزارت ته ورشي او سيمينار د پرېکړو او وړانديزونه په اړه وسره خبرې وکړي. ډاکتر محمد ابراهيم شينواري په خپلو خبرو کې د پوهني وزير هغو خبرو ته اشاره وکړه او ويې ويل:  د پوهنې وزير له ملت سره ژمنه کړې ده چې که ٤٠ تنه زده کوونکي برابر وي دوى ته به د دوى په مورنۍ ژبه زده کړه برابروي. د سيمينار يوه ګډونوال ګوربت ته وويل: په مورنۍ ژبه زده کړه د هېواد او ملت د پرمختيا لپاره ډېره ضروري ده، زموږ اولادونو ته بايد زده د هغوى په مورنى ژبه وي. دغه يو ورځنى سيمينار د ښاغلي سرمحقق عبدالله خدمتګار بختاني په وينا او دعا د غرمې په يوه بجه پاى ته ورسېد.  پرېکړه ليک په مورنۍ ژبه د زده کړې اړتيا يو ورځنى ورکشاپ برخه وال چې د ١٣٨٥ د وري پر ١١مه نېټه يې دا ورکشاپ جوړ کړى و، په دې ورکشاپ کې دولت، مدني ټولنې، بشر حقوقو خپلواک کمېسيون، ملګرو ملتونو او ولس ته د لاندې وړانديزونو پر بنسټ دغه پرېکړه ليک صادروي او د هغه د عملي کولو غوښتنه کوي.   دولت ته وړانديزونه ١- دولت دې په کابل ښار کې پښتو ښوونځي همدا سږ کال فعال کړي ٢- په ټولو هغو سيمو کې چې د زده کوونيکو اکثريت په کومه ژبه غږېږي، ښوونځي دې په هماغه ژبه کړي. ٣- په هغو ښوونځيو کې دې د پښتو صنفونه جوړ کړي چې اکثريت زده کوونکي يې پښتو ژبي نه وي. ٤- په مورنۍ ژبه زده کړه دې له ١ – ١٢ ټولګي او بيا په پوهنتون کې برابره شي. ٥- دولت دې خپل فعاليتونه په يوه معينه زماني موده (١٣٨٥) کال کې پيل کړي. ٦- د هغو وعدو څخه دې ډډه وکړي چې عملي کوي يې نه. ٧- دولت دې د اساسي قانون د ١٦ او ٤٣ مادې له مخې ټولو افغانانو ته د دوى ژبني حقوق ورکړي. ٨- په کومو سيمو کې چې ښوونځي نه شته، ښوونځي دې جوړ کړي. ٩- د پوهنې د کيفيت د لوړولو لپاره دې د ښوونکيو پر روزنه زور راوړل شي. ١٠- په کابل کې دې په لومړي ګام کې د يوې ملي نمونې په توګه دا مسئله حل شي چې د نورو هېوادونو لپاره يوه ښه بېلګه شي. ١١- حکومت دې اساسي قانون تطبيق کړي. ١٢- د کوچيانو لپاره دې د زده کړې مناسب شرايط برابر کړى شي. ١٣- د ملي راډيو تلوېزيون دې د مسوول ارګان په توګه د هېواد رسمي ژبو او سيمه ييزو ژبو ته بشپړه پاملرنه وکړي. ١٤- دولت بايد په ټولو ادارو کې په پښتو او دري ژبه د مکاتبې زمينه برابره کړي. ١٥- د هېواد په شمال کې د مورنۍ ژبې تدريس عادلانه زمينه برابره شي، ځکه هلته ډېر اقليتونه له محروميتونو سره مخ دي. ١٦- د دې ورکشاپ برخه وال به د يوه دايمي کمېسيون حيثيت لري چې د دغه سيمينار د پرېکړو د تطبيق او څارنو دنده ترسره کړي. ١٧- پوهنې وزارت دې د تدريسي کتابونو د چاپ په برخه کې توازن او تناسب ته جدي پاملرنه وکړي. ١٨- هغه شرعي اسناد چې اقرار په کې کېږي، د اقرار کوونکي په خپله مورنۍ ژبه دې وي.  مدني ټولنې، ملي شورا (پارلمان) او ملګرو ملتونو ته وړانديزونه  الف: ملي شورا:  - د پوهنې وزارت دې احضار کړ چې د قانون ١٦او ٤٣ ماده عملي کړي. - وکيلان دې په خپلو ويناوو کې دا مسئله په اصولي او جوړوونکي ډول مطرح کړي. - وکيلان دې پخپلو ليدنو – کتنو کې له جمهور رئيس، د پوهنې وزير، و نورو څخه د دې حق اعاده وغواړي. - پارلمان دې دولت ته يو ليک ولېږي او د دې مسئلې د حل غوښتنه دې ترې وکړي. - ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه دې د يونيسکو د قراردادونو عملي توب له دولت څخه وغواړي.  ب: مدني ټولنې: - مدني ټولنې دې د خپلو بېلا بېلو قانوني، حقوقي او ټولنيزو مسووليتونو له مخې دولت ته د دې ستونزې د حل تخينکي مشورې ورکړي. - د CRC د راپور په بشپړولو کې دې له يونيسف سره مرسته وکړي چې د دې ستونزې موجوديت په کې منعکس شي. - د بشر د حقوقو خپلواک کمېسيون دې د ماشومانو د دې حق اعادې له دولت څخه وغواړي. - سياسي ګوندونه دې هم ملت ته دا واضح تګلارو له لارې په دې مسئله کې خپل مثبت دريځ څرګند کړي او د عملي کېدو لپاره دې هڅې پيل کړي. - د بشر د حقوقو خپلواک کمېسيون د ماشومانو د دې حق اعاده له دولت څخه وغواړي. - مدني ټولنې د مورنۍ ژبې په وړاندې زور زياتى او ظلم ختم کړي.  ج: ملګري ملتونه: - يونيسف دې د CRC د مسوول په توګه حکومت ته رسمي غوښتنه وړاندې کړي چې د ماشومنو دا حق ورکړل شي. تخنيکي، مسلکي او نورې مرستې دې ورته برابرې کړي چې د ستونزې پراختيا او د حل لارې يې وڅېړي. او د CRC په راپور کې د دې ستونزې د نه عملي کېدو انعکاس وکړي. - يونيسکو، يوناما او UNHCR دې د ملګرو ملتونو د بېلا بېلو تړونونو له مخې د دولت څخه وغواړي چې دا ستونزه حل کړي. - ملګري ملتونه او مدني ټولنه دې خپل غه رول چې د ماشومانود حقوقو تړون د Monitoring لپاره لري بايد عملي يې کړي. - د ژبنيو حقوقو په باب د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره دې هڅې وکړي.  ولس ته وړانديزونه: - ځان دې په دې پوه کړي چې د خپل اولاد په باب مسوول دي. - د خپلو ماشومانو د روزنې او پوهنې د ډول د انتخاب حق دوى ته د بشر د حقوقو نړيوالې اعلاميې ورکړى دى. دوى دې خپل دا مسووليت ادا کړي. - د پوهنې وزارت ته دې انفرادي او ډله ييز غوښتنليکونه ورکړي.  - خپلې غوښتنې دې جمهور رئيس ته هم ورکړي. - پارلمان دې هم خپلې مرستې ته راوبولي. - د ملګرو ملتونو اړونده دفترونو ته دې هم خپله غوښتنه ورسوي. - د بشر د حقوقو خپلواک کمېسيون او د مدني ټولنې نورو دفترونو ته دې هم خپل غږ ورسوي. - ليکوال او ډله ييزې رسنۍ دې مسئله د مېډيا داغېزمنې لارې دولت ا ولس ته ورسوي. - سوداګر او شتمن دې د شخصي ښوونځيو د جوړولو له لارې خپله برخه واخلي. - د زده کړې شخصي مرکزونه دې هم په مورنۍ ژبه د زده کړې او مورنۍ ژبې ته د ژباړې مسئله عملي کړي - ولسونه دې د خپلو عنعنوي تشکيلاتو له لاري د ښوونې او روزنې په پياوړتيا او کيفي لوړتيا کې مرستې وکړي او د تعليم څرنګوالي څارنه وکړي. ",په مورنۍ ژبه د زده کړې اهميت يو ورځنى سيمينار 2132,,"  عبدالهادي حيران د ډاکټر شېرزمان طائزي ورور او د پېښور يو ياد شاعر قمر زمان طائزى تېره شپه په ناڅاپي توګه وفات شو. نوموړى ډېر ښۀ ليکوال او د پېښور په ادبي هلو ځلو کې ډېر فعال ؤ. په مشاعرو کې به يې د ځانګړي طرز د څلوريزو اورولو خپل جلا خوند ؤ.  د نوموړي جنازه به نن (2006-04-03) د هغه په کلي پبو کې ادا کولاى شي. ",قمرزمان قمر طائزى وفات شو. 2133,," متقاعد امريکايي جنرال انتونى زيني ويلي : په عراق کې د امريکا تيروتنې د دغه هېواد د بهرنيو چارو د وزيرې کاندو ليزارايس د څرګندنو برخلاف تاکتيکى نه، بلکه په بشپړه توګه ستراتيږيکى دي . ده د يکشنبې په ورځ د (ان بى سى) تلويزيون سره په خبرو کې وويل: امريکا په زرګونو سترې تيروتنې په عراق کې کړې دي . ده زياته کړه دغه تيروتنې په عراق کې د امريکا د غلطو سياستونو پايلې دي او د امريکا دفاع وزير رونالد رامسفلد د تيروتنو لومړى مسول کس دى او ډير زر بايد له دندې ګوښه شي . ",په عراق کې د امريکا تيروتنې ستراتيږيکى دي. 2134,," د هلمند د نادعلىولسوال قاسم له بينوا سره د ټيلفون پر ليکه د خبرو په ترځ کې ومنله چې تيره شپه د دغه ولسوالى د چانجير کلى ته څيرمه ديوې لنډې جګړې پر مهال ٢ تنه دولتى پوليس اويو مخالف جنګيالۍ وژل شوي دي او ٢ تنه نور پوليس ټپيان شوي .ده وويل جګړه هغه وخت رامينځ ته شوه چې مخالف جنګياليود ولسوالى ديو اړوند کلى په لاره کې د ماينونو په خښولو بوخت وو. قاسم وايي يو مړى او دريموټ کنټرول دوه بمونه د جګړې پر ميدان له مخالفينو څخه پاتې دي. ", ٢ پوليس اويومخالف جنګيالۍ په نادعلى کې وژل شوي 2135,," د افغانستان پولې ته نږدې تيره شپه په شمالى وزيرستان کې هغه مهال ٥ تنو پاکستانيانو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د سپرلۍ موټر ته يې نږدى د ماين چاودنه وشوه .شمالى وزير ستان په وروستيو اونيو کې د جګړوتود ډګر وو، چې په کې ډير کسان مړه او ژوبل شوي دي . ",د ماين په چاودنه کې ٥ تنه پاکستانيان وژل شوي . 2136,," د ايزوستيا د ورځپاڼې د خبر له مخې د روسيې د پلازمينې مسکو په غربى برخه د ( کالادوژنايا) دمټرو تم ځاى ته مخامخ د ملا نصرالدين د څېرې له جوړ شوي څلي څخه پرده پورته شوه .د ملا له څلي سره يو ځاى د ده د خره څلي هم جوړ شوي دي .د ملا ډير اثار په روسي ژبه ژباړه شوي. د څلي د پرانيستلو په مناسبت د خيراو ښيګڼې د يوې موسسې مشر روسلان بايراموف د ناستې برخه والو ته ويلى :ملا نصرالدين نه يوازې د منځنى ختيځ اومنځنى اسيا د خلکو بلکه د روسيې اتل هم دى. ورځپاڼه ليکى : د حيرانتيا خبره ده چې د ملاڅلي د يو المانى (ميون هاوزن) څلي ته نږدې چې د روسيې د کيسو په کتابونو کې د يو ستر دروغ ويونکي په نوم مشهور دى، جوړ شوي دي. ",په مسکو کې د ملانصرالدين له څلي پرده پورته شوه 2137,," د ولسى جرګې غړو په نننۍ ناسته کې وروسته له يو اوږد بحث پريکړه وشوه، چې لومړۍ به د افغان ولسمشر حامد کرزي له لوري ټول ٢٥ تنه نوى وړاندى شوي وزيران وينا کوي او بيا وروسته به په يوه رځ دوى ته د باور رايه ورکول کيږي او پايلې به يې اعلانيږي . ناستې ته نن د کرزى ټول وزيران چې د ولسمشر لومړۍ مرستيال احمدضيا مسعود او په پارلمانى چارو کې ددولت وزير ډاکتر فاروق وردګ يې ملتيا کوله وروپيږندل شول .د ولسى جرګې ١١١ غړي په دې سلا شول چې لومړۍ دې وزيران و ينا وکړي .مګر٩١ استازوبيا دا نه منله او ويل يې چې هم د وينا وکړي او هم د دباور رايه ورکړل شي اوو روستى پايله دې اعلان شي . ",ولسى جرګه : لومړۍ بايد وزيران وينا وکړي 2138,," د كندهار ولايت د ارغنداو ولسوالۍ پر امنيه قومندان زمري باندي يوه ناكامه مرګوني حمله وسوه، پېښه هغه وخت رامنځته سوه چي نوموړى د بابا صاحب زيارت ته راورسېد، بريد كوونكى چي مخكي ورته انتظار و د ده په ليدو يې د تكبير نارې پيل كړې او پر ورمنډه يې كړه، خو كله چي ده ته ور ورسېد انفجاري مواد يې پټاو نه سول او د قومندان د ساتونكو له خوا په ډزو ووژل سو. ",د ارغنداو ولسوالۍ پر امنيه قومندان ناكامه بريد وسو 2139,نعمان دوست ، کابل," حسن پرې انبار و خو چپه نشوه څانګه دګلابو وه کږ ه نه شوه   نيت يې دانکار په زړه کې کړى و جوړه يې په سترګو کې پلمه نه شوه   خلاص کړئ ليونيان له زنځيرونو نه خدايږو هوښيارانو نه  پوره نه شوه   ډېرې ککرۍ مو ورته لاړلې ډکه لا په مونږه هديره نه شوه   ډېره مولمنې نه راټينګه کړه سوله زموږ کلي کې ستنه نه شوه   دوست دزړګي وينې ورته تيل کړلې بله يې جونګړه کې ډېوه نه شوه ",دزړګي وينې 2140,د افغانستان د کلتوري ودي ټولنه," او وطن ته يې د جنازې د لېږدچمتووالی څه موده وړاندې خوست مېشتو  کلتوري  ټولنو ، کلتوري مؤسسو  او يو شمېر پوهانو د افغانستان د خوست په ښار کې  په يوه غونډه کې  د دې غوښتنه کړې وه چې د هېواد د نامتو ليکوال ارواښاد استاد روهي جنازه دې چې لس کاله پخوا د امانت په توګه په جرمني کې خاورو ته سپارله شوې وه ، خوست ته انتقال او په خوست پوهنتون کې دې په درنښت سره خاورو ته وسپارله شي . په هغه غونډه کې څرګنده شوې وه چې دا د خوست د کلتوري ټولنو ، قومي مشرانو او د خوست د ټولو خلکو غوښتنه ده . په دې اړه په تېره اوونۍ کې د جرمني د کولن په ښار کې ،د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې او د مونشن ګلاد باخ  افغاني کلتوري ټولنې ګډه غونډه جوړه شوې وه .  په غونډه کې په دې اړه په تفصيل سره خبرې وشوې  ، د استاد د جنازې د انتقال ، دلسم تلين د ياد غونډو او نورو اړونده موضوعګانو په هکله له خبرو وروسته ، دغه پرېکړې وشوې : ١ ـ   د ارواښاد استاد روهي د لسم تلين په مناسبت دې د روان کال د می پر ١٣ نېټه   په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې او په مونشن ګلادباخ کې د افغاني کلتوري ټولنې له خوا علمي  غونډه جوړه او په مونشن ګلادباخ کې د استاد پر مزار دې د درنښت  لپاره د ګلانو توديعي ګېډۍ کېښودلې شي . ٢ ـ   خپل وطن ته د استاد د جنازې د انتقال  ټول لګښتونه به په اروپا کې افغاني کلتوري ټولنې او کلتورپال افغانان په غاړه اخلي . جنازه به د می په نيمايي کې  هېواد ته انتقالېږي . ٣ ـ   موږ  د خوست مېشتو ټولنو او د خوست د قومي مشرانو د هغې پرېکړې بشپړ ملاتړ کوو چې په خوست پوهنتون کې  يې د استاد روهي د جنازې د خاورو ته سپارلو غوښتنه  کړې ده . زموږ په نظر د خوست د  نوي  جوړېدونکي پوهنتون په سيمه کې د استاد د مزار جوړېدل  به ، خوست پوهنتون ته يو بل علمي  ـــ تاريخي وياړ هم ور په برخه کړي . ٤ ـ  له خوست مېشتو ټولنو څخه هيله کوو چې په خوست  پوهنتون کې په درنښت سره د استاد د جنازې د خاورو ته سپارلو لپاره همدا له اوسه چمتووالی ولري . دغه راز به هغوی د استاد د لسم تلين  ياد غونډه هم په پام کې ولري . ٥ ـ   د افغانستان په داخل کې له ټولو کلتوري او ادبي ټولنو او استازيو څخه يې په درناوي هيله کوو چې  د هېواد د يو نه هېرېدونکي ادبي ، ټولنيزاو علمي  شخصيت په توګه ، د استاد د جنازې په مراسمو او ياد غونډه کې برخه واخلي او د هغه ياد د وطن د کلتور او تاريخ  د يوې مهمې برخې په توګه وځلوي .   په درناوي  ",د ارواښاد استاد روهي د لسم تلين لپاره تدابير 2141,," د دولت د مطبوعاتى څانګې په خپره شوه پاڼه کې افغان ولسمشر حامد کرزي د ترکى انجينير په وژلو سخت خفه شوى اود نوموړى انجينير د قاتلينو د ډير ز ر نيولو حکم يې ورکړى دى . کرزي د ترکيې له خلکو او دوژل شوي ترکى کورنۍ ته خپل تسليت وړاندې کړى دى . نوموړى انجينير د يکشنبې په ورځ د افغانستان په جنوب غرب د دل ارام او بکوا ترمينح د لارې په اوږدو کې وژل شوي دي .ده د سړک جوړولو په موسسه کې کار کوو. ",کرزي د ترکى انجينير پروژلو سخت خفه شوي 2142, ګل آغا احمدي وردك,"  ګل آغا احمدي وردك د افغانستان د اوسنۍ حكومتي ادارې تركيب لكه چې مخكې وويل شول د افغانستان اوسنۍ اداره په يوه داسې ناروغ حالت كې قرار لري چې له سمې او پخې تداوۍ پرته يې رنځ او ناروغي شايد لسګونه كلونه دوام وكړي. همدارنګه لكه چې مخكې وويل شول چې د دې ادارې تشكيلات په څه ډول دي او څه ډول اصناف يې چارواكي دي؟ د اوسنۍ ادارې هر دفتر او د دفتر هره يوه خونه د داسې يوې ښوونځۍ د ټولګيو حيثيت لري چې د ګڼ شمير زده كوونكو درلودونكي وي. د دې خبرې مانا داده چې د افغانستان د اوسنۍ ادارې په تشكيلاتو كې له اړتيا څخه په لسګونو ځلې زيات مامورين او چارواكي ځاى په ځاى دي او د ملګرو ملتونو د اړوندې ادارې د سروې له مخې افغانستان د د دولتي تشكيل او توظيف په چارو كې تقريبا د ټولې نړۍ د هيوادونو څخه مخكې دى. يا په بله مانا د افغانستان په دولت كې د مامورينو شميره د خپل نفوس په اندازه دومره ډيره ده چې د نړۍ په هيڅ يوه هيواد كې هم د د دولتي مامورينو فيصدي دومره زياته نه ده.  د افغانستان دولتي اداره داسې عجيب، غريب او درانده تشكيلات لري چې په تدريج سره پر پخوانيو تشكيلاتو نوي تشكيلات ور زيات شوي او پرته له كومې اړتيا څخه د ورځې په تيريدو سره د پراخوالي په لوري درومي. په اوسنۍ اداره كې داسې څانګې هم يوازې تش په نامه شته دي چې شپيته او يا اتيا كلونه عمر لري او د پخواني وخت د اړتياوو سره سمې رامنځته شوې وې چې اوس هم له كومې اړتيا پرته د افغانستان په دولتي تشكيلاتو كې ځاى لري او اشخاص ورته ګومارل شوي دي. خو په ځاى د دې چې د هغه څانګو لپاره يوازې يو يا دوه كسان و ګومارل شي نو هڅه كيږي چې هغه ټول پوستونه له افرادو ډك كړي چې يوازې تش په نوم شتون لري او د نن ورځې له شرايطو سره هيڅ راز اړخ نه لګوي. په همدې توګه په دولتي ادارو كې د نوو څانګو جوړښت او رامنځته كيدل په خپل ټول قوت سره پر مخ درومي. خو د داسې نوښت څرك نه لګيږي چې د نن معاصرې ادارې د جوړښت لپاره ضروري دى. خو كوم كارونه چې د نوښت په نامه رامنځته كيږي په هيڅ راز د پخوانيو تشكيلاتو مخه نه نيسي چې دغه راز كړنې د دولتي ارګانونو او ادارو كاري ظرفيت له نشت سره مخ كړى او له مناسب وړاندې تګ څخه يې منع كوي. په همدې توګه كه زمانه هر څومره پر مخ روانه ده او داسې نوي نوښتونه په نړۍ كې رامنځته كيږي چې د يوه كمپيوټر په وسيله شايد يو لايق شخص وكولاى شي يو بشپړ رياست اداره كړي خو په افغانستان كې هماغه پخوانۍ بيروكراسي حاكمه ده او كه د يوې وړې موضوع په هكله يو كاغذ يا عريضه څوك له يوې ادارې څخه خلاصوي نو مجبور دى چې شلګونه امضاوې واخلي او دهر يوه لاسليك بيه بيا بيله بيله ده چې د اداري فساد په ناروا لارو له عارض څخه اخيستل كيږي. كه د هر دولتي ارګان مخې ته سهار يا ماسپښين وكتل شي نو د ليدونكي مخې ته د يوې داسې ښوونځۍ تصوير نيغ په نيغه دريږي چې د زده كونكيو شمير يې زرګونو ته رسيږي او داسې په بيړه له يوه او بل څخه تيريږي ته به وايي چې همدا اوس به ټول هيواد ګل او ګلزار شي. خو په خواشينۍ سره بايد ووايو چې بيا هم د كار پايله او نتيجه صفر وي او د دولتي ادارو زياتره چارواكي له خپل كار، ماحول، تنخوا او اداري كړنلارو څخه د ناخوښۍ احساس كوي. په همدې توګه له زياترو دولتي چارواكو څخه هغه خلك د ناخوښۍ احساس كوي چې عريضه يې په لاس او دغه ښاغلي يې يو ځل د ميز شاته ليدلي وي.  د زياتو څيړونكو له نظره د افغانستان د اوسنۍ دولتي ادارې تركيب، افراد، تشكيل او څرنګوالى په دې ډول ارزول كيږي: لومړى: د دولت په هره اداره كې د مامورينو د شمير اندازه له هغه اندازې څخه څو څو ځلې لوړه ده چې دولتي ادارې ورته ريښتنې اړتيا لري. په دې اړه جدي او د اغيزمنو ګامونو پورته كول د وخت ضرورت دى څو د دولتي چارواكو شميره هغه اندازې ته راټيټه شي چې ريښتنې اړتيا ورته ليدل كيږي. دوهم: د دولتي ادارو په تشكيلاتو له سره غور كول په كار دى په داسې توګه چې د دولتي ادارو په څانګو كې يوازې هغو تشكيلاتو ته ځاى وركړل شي چې اغيزمنې وي او د وخت د اړتياوو سره سم خپل كارونه او ورسپارل شوې دندې پر مخ بوزي. دريم: د افغانستان حكومت اوس مهال كوچنۍ، كاري، خدمت كوونكې، اغيزمنې، شفافې او داسې پاكې ادارې ته اړتيا لري چې غوره كاري ځواك ولري او هر ګام يې د دولت د هر اړخيزو ظرفيتونو د لوړوالي سبب وګرزي. ضروري ده چې افغان حكومت خپله اداره له موجوده سراب څخه د خلاصون په لوري مخته بوزي. څلورم: حكومت ته په كار دي څو خپله اداره له هغو كسانو څخه پاكه كړي چې په دولت باندې يو ستر بوج دي، له كاري وړتيا څخه بې برخې او لاسونه په ډول ډول اداري فساد ككړ دي. پنځم: دولت ته په كار دي چې په خپله اداره كې داسې كسان په دندو و ګماري چې ريښتيني افغانان وي، د هيواد د اساسي قانون له مخې د افغانستان په دواړو ملي لويو ژبو پښتو او دري بشپړ تسلط ولري، په دولتي دفترونو كې د دواړو ملي ژبو د استعمال انډول په پام كې نيسي، ملي ګټو ته پر ځاني ګټو د لومړيتوب حق وروكوي، د هيواد په سياسي، كلتوري او هر اړخيزو چارو كې د هر راز بهرنۍ لاسوهنې مخالف وي، د هيواد د ملي ترمنيالوجۍ او ټولو ملي ازرښتونو ته ژمن وي. په همدې توګه له غوره تحصيلاتو سره يو ځاى د زمانې د غوښتنو سره سم په نوې تكنالوجۍ باندې سمبال وي. شپږم: حكومت ته په كار دي څو د هيواد سوداګريزو او صنعتي چارو ته وده وركړل شي او د هيواد زيات تعليم يافته كاري ځواك په خصوصي سكتور كې جذب كړي. اووم: د زياتو شنونكو له نظره بايد د دولت په ملكي اداره باندې د DDR په څير داسې يوه پروسه رامنځته شي چې پخواني تشكيلات له سره نوي او يوازې د اړتيا وړ څانګې په حكومتي اداره كې پاتې شي. ځكه تجربو جوته كړې ده چې د دې ادارې او تشكيلاتو ترميم به هغه بار نور هم دروند كړي چې همدا اوس د افغان حكومت په اوږو د بې پايانه تشكيلاتو او لكهاوو مامورينو له كبله بار دى. آتم: د اداري اصلاحاتو يوه ريښتنې اداره دې د حقيقي او زړه سواندو افرادو په درلودلو سره يو ځاى را منځته شي او هغه اصلاحات دې په ريښتنې بڼه په داسې توګه پلي كړاى چې د اضافي پخوانيو افرادو په ځاى نوي كسان غوره او پخواني كسان يا خو تقاعد شي او يا د حل كومه بله داسې لاره ورته و سنجول شي چې له اوسنيو ادارو څخه په عزت رخصت شي. تر كومه ځايه پورې چې د كارونو څرنګوالي ته كتل كيږي نو د اداري اصلاحاتو اوسني كميسيون داسې د پام وړ لاس ته راوړنې نه لري چې په دولتي ادارو كې د موجودو ستونزو معقول حل او غوره پاليسۍ رامنځته كړي بلكي كوم كسان چې د دولتي ادارو لپاره د دې كمسيون له لارې غوره كيږي په هغو كسانو ور اضافه كيږي چې همدا اوس په ادارو كې د مامورينو په نامه شپې او ورځې سبا كوي. سره له دې چې د ځينو افرادو د ټاكلو تګلاره يې د يادولو وړ ده او په راتلونكې كې بايد له دې پاليسۍ څخه په ګټې اخيستلو داسې يوه شفافه تګلاره رامنځته شي چې د هر ډول درغليو، واسطې او اداري فساد مخنيوى يې كړى وي. نهم: د نوو تشكيلاتو لپاره دې د افرادو په غوره كولو كې د هغه واسطې او شخصي اړيكو بنسټ ته د پاى ټكى كيښودل شي چې د يوې ناوړه پديدې په توګه همدا اوس په دولتي ادارو كې موجوديت لري او د حكومتي ادارو پر مخ يې د هر ډول فساد دروازې پرانيستې دي. البته بايد وويل شي چې واسطه او د شخصي اړيكو پر بنسټ د چارواكو غوره كول دولتي ادارو ته د هغو كسانو د ټاكلو مخه نيسي چې په پوهه سنبال او د غوره چارو د سر ته رسولو وړتيا لري. بل دا چې واسطه په دولتي ادارو كې هغو مافيايي بانډونو او غلو ته د فعاليت زمينه برابروي چې لاسونه يې په اداري فساد ككړ او خپل ناولى ژوند له همدې لارې تامين كوي. لسم: لكه چې و ليدل شول په دې اړه يو پريكنده اقدام ته اړتيا شته او د مصلحتونو سياست له ناكامۍ سره مخ دى چې دولت او ملت دواړه د تيارې په لوري بيايي. په دې هكله د ولسمشر ښاغلي حامد كرزي له هغه خبرې سره يوازې لږ شمير هيوادوال موافق دي چې د پخوانۍ ادارو ټول مامورين او تشكيلات دې داسې پاتې شي لكه چې اوس مهال په دولتي ادارو كې موجود دي چې زيات شمير يې پرته له كومې ځانګړې لاس ته راوړنې په خپله دنده كلك نښتي دي. له بلې خوا د لنډ مهالې، منځمهالې او انتخابي حكومتونو څو كلنې دورې جوته كړه چې په افغانستان كې په دومره لويه پيمانه بې ګټې چاروكو ټاكنه، د مصلحت په بنسټ سياست چلول او د ځينو ځانګړو اړخونو ګټې په نظر كې نيول بشپړه ناكامي منځته راوړي چې هيواد او خلكو ته په نږدې او لرې وخت كې د زياتو ناوړه پايلو درلودونكې ده. له همدې كبله په لوى خداى باندې توكل، په ټيټه او لوړه سطحه په ريښتينو اداري اصلاحاتو لاس پورې كول له بل هر وخت څخه اوس مهال په افغانستان كې اړين دي. نور بيا ",كمكۍ اداره بريالۍ اداره ( دوهمه برخه) 2143,," دډاکتر عبدالله پر ځاى د افغان ولسمشر له لوري ولسى جرګې ته د بهرنيو چارو نوى وړاندې شوي وزير ډاکتر رنګين دادفر سپنتا وايي که ولسي جرګې ورته د باور رايه ورکړه د بهرنيو چارو وزارت او سفارتونو کې به مهم بدلونونه راولي او سفارتونه به د تنظيمونو له واکمنۍ څخه وژغوري .ده پژواک خبري اژانس ته ويلي يو شمير سفيران تنظيمونو ټاکلي، چې ځاى به يې مسلکى او ملى کسان ونيسي .سپنتا د بهرنيو چارو په وزارت کې د قومى او نژادى مسايلو د له مينځه وړلوپه موخه اصلاحات اړين وبلل او زياتوي که چيرې وزير شي له بهرنى تابعيت څخه به تير شي . نوموړى به د سه شنبې په ورځ د دفاع ،عدليې اوکرنې د وزيرانو سره يو ځاى د باور د رايې د ترلاسه کولو په موخه و لسىجرګې ته وينا واوروي . سپنتا دهرات اوسيدونکى دى چې لوړې زده کړې يې په انقره او المان کې کړې او په دې وروستيو کې د پيام مجاهد اونيزې د ده په هکله ليکلى چې نوموړى د شعله جاويد غړى او يهودى نګور لري . ",سپنتا: په بهرنيو چارو وزارت کې بدلون راولم . 2144,خليل الله سروري / كندهار," سې شنبه د وري ۱۲ چي د ۲۰۰۶ مېلادي كال داپرېل د مياشتي له ۴ نېټې سره سمون خوري د كندهار په خوشبخت سالون كي دښوونځيو د زدكوونكو تر منځ ذهني سيالي ديوې غونډي په ترڅ كي تر سره سوه، چي د كندهار پر والي برسېره نورو لوړ رتبه دولتي چارواكو او فرهنګي خليل الله سروري / كندهار  سې شنبه د وري ۱۲ چي د ۲۰۰۶ مېلادي كال داپرېل د مياشتي له ۴ نېټې سره سمون خوري د كندهار په خوشبخت سالون كي دښوونځيو د زدكوونكو تر منځ ذهني سيالي ديوې غونډي په ترڅ كي تر سره سوه، چي د كندهار پر والي برسېره نورو لوړ رتبه دولتي چارواكو او فرهنګي شخصيتونو لكه د پوهني رئيس حيات الله رفيقي، د اطلات اوكلتور رئيس عبدالمجيد بابي، د هند هيواد كونسل، ډاكټر طارق رشاد او د ښوونځيو ۵۰۰ تنو ښوونكو او زدكوونكو ګډون كړى سيالۍ د غرمې پر دوو بجو پيل سوې چي د اجنډا له مخي پر شپږو برخو، لكه معلوماتي برخه، د تاريخي اشخاصو په اړه مالومات، د ټوكو برخه، د هوښ ازموينه، د مقابلوي مشاعرې برخه او د خوراك د مقابلې پر برخو وېشل سوې وه په پاى د كندهار نندارې له خوا يوه په زړه پوري ډرامه هم ترسره سوه،  دا سيالۍ په كندهار كي وروسته له شلو كالو د لومړي ځل لپاره ترسره سوې پاته دي نه وي چي د دې سياليو د تحفو لګښت د افغان بېسيم مخابراتي شركت پر غاړه اخيستى و. ",کندهار: دښوونځيو دزدكوونكو تر منځ ذهني سيالي 2145,," افغان فرهنګي ټولنه دهیواد دستر پښتون عالم ارواښاد کبیرستوري پر مړینه خپله ژوره غمرازی ښکاره کوي، ارواښاد ستوری دپښتني نړۍ یوتکړه او روڼ انده هستۍ وه چی نه یواځې یی په سیاسي ډګر کی خپله میړانه څرګنده کړی بلکه دپښتو ادب د پیاوړتیا او دپښتنو دبیدارولو او پوهولو په لاره کی یی په بی ساری ډول هلی ځلی کړی، ارواښاد دارواپوهنې په ډګر کی په پښتو ژبه خورا ارزښتمن اثار ټولنې ته پریښي. افغان فرهنګي ټولنه یی په مړینه غمژنه او ورته دلوی خدای جل جلاله له دربار څخه دمغفرت غوښتنه کوي. اروا یی ښاده او یاد یی تل اوسه. په درنښتافغان فرهنګي ټولنهپیښور پښتونخوا ",د ډاکټر کبیر ستوري پرمړینه دغمرازۍ څرګندونه 2146,سپېڅلى / كندهار," سپېڅلى  / كندهار ماين دانسان دښمن دي او بايد ځمكه ځني پاكه سي داخبره نن دماين پرضد دنړيوالي ورځي په اړه په جوړه سوې غونډه كي دكندهار ولايت مرستيال ډاكټر همايون دخپلو خبرو په ترڅ كي دغونډي برخه والو ته وكړه او ټينګار يې وكړ چي بايد ددغه پټ دښمن څخه نړۍ اوپه تيره افغانان وژغورل سي. نوموړې غونډه چي دكندهار ولايت په خوشبخت سالون كي جوړه سوې وه يوشمېر نور مسؤلينو هم دماين پرضد خبري وكړي او پر اضرارو يې وږغيدل. دغونډي په وروستۍ برخه كي حاضرينو ته دماين ډولونه هم وروښول سول . ",ماين دانسان دښمن دي او بايد ځمكه ځني پاكه سي 2147,احمد شاه ؛پشتون؛," سلګۍ مي راغلې ارمانونو سره پریوتلم نور پا ته عمر ستا دردونو سره پریوتلم   د رقیب نوم خو له اوله زما بد اسیده اوس بې چاره شوم پیغورونو سره پریوتلم   په دنیا دوه شیان رشتیا کله موندلای شي ځوک اول وه یار اوس ی غمونو سره پریوتلم   که مي هر ځو د نر افغان تاریخ په توره ساته لکه زخمي زمری پسونو سره پریوتلم   دا اسویلي د کوم  مین زړه که اورونه بل شول سکاره ایرې خړو ګردونو سره پرېوتلم   اخېر بۀ ووايي ؛ تور غر؛ پشتونه؛خپل مې کړلې که د ادې با با قبرونو سره پریوتلم     ",پریوتي ارمانونه 2148,,"  ټولو درنو دوستانو او قدرمنوهیوادوالو ته خبر ورکول کیږي چې د پښتون/افغان لیکوال او شاعر او د پښتنو ټولنیزولسوګوند د مشر ارواښاد ډاکټر کبیر ستوري د جنازې مراسم سبا د چارشبې د اپریل په پنځمه نېټه د مازیګر پر څلور نیمو بجو د جرمني د کولن په ښار کې تر سره کیږي. جنازه ئې د اپریل په شپږمه نېټه هیواد ته لیږدوله کیږي او یوه ورځ وروسته به د جمعې په ورځ د اپریل په اوومه نېټه په کونړ کې د دوی په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارله شي.   په کولن کې د جنازې د مراسمو پته: د ترکانو جومات: Venloer Str.160 50823 Köln ",جرمني : د ډاکټر کبیر ستوري د جنازې خبرتیا 2149,," په سويډن کې ددوستۍ فرهنگي ټولني مشرتابه جرگې په زياته خواشينۍ سره خبر ترلاسه کړ چې دهيوادد ښه شاعر ،ليکوال او څيړنکی ډاکتر کبير ستوري د ۲۰۰۶عیسوي کال داپریل د میاشتې په څلورمه نېټه د سې شنبې په ورځ دابد لپاره له فاني نړۍ نه سترگې پټې کړې . انا لله وانا اليه راجعون ډاکتر کبير ستوری زموږ دهيواد يو پياوړی ليکوال او سياست وال و ،هغه څومره چې دعلم او معرفت سره علاقه درلوده په زياته اندازه يې دهيواد او هيوادوالو سره هم مينه لرل . خپله دغه مينه او علاقمندي يي دسياست تر ډگر علاوه دشعر په ژبه په ډيرو نازکو او پيلو ادبياتومنعکس کړيده ،هغه په افغانستان کې ديوه دموکرات گونددبنسټ ايښودونکو له جملې څخه گنل کيږي . متاسفانه هغه ناروغي چې ډاکتر ستوری يې له خپلو خپلوانو څخه جلا کړ له ډيره وخته هغه ارامۍ ته نه دی پرې ايښۍ او تل يي زوراوه . ارواښاد ډاکتر ستوري دمهاجرت او هيوادنه دليري توب دستونځمنو شرايطواو ناخوالوسره تل تلاښ کاوه دافغان ولس په چوپړ کښي اوسی ،هغه هميشه زموږ دفرهنگي ټولني سره خپلې پيرزوينې اوښې اړيکې جاري ساتلي وې . ددوستی فرهنگي ټولنه پداسي حال کښي چې دمرحوم په ناببره مرگ غمجنه شوه ، دمرحوم مړينه يوه لويه علمي او فرهنگي ضايع بولې ؛ ځانونه دارواښاد کبير ستوري دکورنۍ دپاتې کسانو او دهغه مرحوم دعلاقمندانو او دوستانوسره پدغه ستر غم کې شريک گڼو. روح دې ښادوې ددوستۍ فرهنگي ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوبحبيب الله غمخور ", ددوستۍ فرهنگي ټولني دغمشريکۍ پيغام ! 2150,," د نيمروز دولتى چارواکو منلې ، چې مخالف جنګيالو د دل ارام ولسوالى د استخاباراتو د ادارې مشر محمد طاهر نن له غرمى وروسته په ډزو وژلى دى . د طالب اورپکو يو وياند هم له خبرى رسنيو سره په خبرو کې دنوموړى کس د وژلو پخلۍ کړى او وايي چې د دوى کسانو وژلى دى.د پېښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي او په سيمه کې دولتى چارواکو په دې هکله پلټنې پيل کړى دي. ",د استخاباراتو يودولتى چارواکى وژل شوي دي . 2151,," د هلمند ولايت د نوزاد ولسوالى د کاريز په سيمه کې ٤ تنه وسله وال د دولتى امنيتي چارواکو له لوري په ډزو کې وژل شوي دي . د هلمند امنيه قوماندان ادعا کړي ، چې نوموړو کسانو چې سپکې وسلې ورسره وې غوښتل په سيمه کې د کوکنارو د کښت د له مينځه وړلو کمپاين پر وړاندې بريد وکړي او دغه بهير ګډوډ کړي . دوژل شويو کسانو مړى پر سيمه کې پاتې دي او دولتى چارواکي دا هم وايي ، چې د وژل شويو کسانو٢ تنه نور انډيوال په تيښته بريالي شوي دي. همداشان د کورنيو چارووزارت د خپرونو د څانګې يو چارواکى بينوا ته وويل : دولتى ځواکونو د يو لړ عملياتو په ترځ کې د هلمند د ديشو ولسوالى د برامچې په بازار کې ١٠٠کيلو ګرامه ترياک ، ٥ کيلوګرامه هيرويين او يو شکمن کس نيولى دي. ",٤ تنه د کوکنارودله منځه وړلو په مهال وژل شوي . 2152,," د کنړ لايت د مرورى ولسوالى د غاښى کنډو پر دولتى پوسته تيره شپه وسله والو مخالفينو بريد کړى دى ، چې تر نيول کېدو وروسته يې هر څه سوي دي . بريد مرګ او ژوبله نه لري او دعينى شاهدانو د څرګندونو له مخې دولتى ساتونکى د بريد د پيل په شيبو کې پوسته پريښې او تښتيدلي دي. ",په کنړ کې پر دولتى پوسته بريد شوي دي. 2153,," سې شنبه ماځيګر دنيمروز ولايت د دلارام ولسوالۍ د استخباراتو پر مدير باندي ډزي وسوې چي له امله يې و وژل سو ، ددې پيښي پړه دطالبانو وياند مولوي يوسف احمدى پر غاړه اخستې ده چي د ده په وينا دا كار د دوى له خوا ترسره سوى دى. ",د دلارام ولسوالۍ داستخباراتو مدير و وژل سو 2154,," ولسى جرګې دافغان ولسمشر حامدکرزي د نومول شوو ٢٥ وزيرانو څخه د پوښتنو لړى پيل کړه او د دفاع ملى وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ لومړۍ نومول شوى وزير وو، چې استازو ته يې نن وينا وکړه او د دغه وزارت د راتلونکو کارونو او پروګرامونودملى اردو د جوړيدو،( ډى ډى ار )د سرتيرو د ژوند اووسلو په اړوند يې بشپړ مالومات وړاندې کړ .يو شمير استازو د عسکرى مکلفيت، (ډى ډى ار) داردو د جوړښت،مسلکى کسانو ګومارل د وزارت د ملکيتونو او ځمکو د غصب او په ځانګړى توګه د شيرپور د تاريخى کلا د ړنګيدو اوويش پوښتنې وکړې .يو شمير بيا د وړې اردو د جوړيدو خبره نه منله او جنرال وردګ يوشمير پوښتنو ته ځواب ووايه اويو شمير نورو ته يې دليکلى ځواب ژمنه وکړه . د ولسى جرګې په ناسته کې هر وزير ته لږ تر لږ ١٥ دقيقې وخت ورکړل شوى دى . د عدليې نومول شوى وزير سرور دانش دويم کس وو چې وينا او خبرې يې وکړې . د چهار شنبې په ورځ به د کرنې ،فوايد عامې او د کورنيو چارو وزيران وينا وې وکړي اوله دوى نه به پوښتنې وشي .وړاندې له دې د پيام مجاهداونيزې په جنرال وردګ تور لګولى وو ، چې دوه ګونه تابعيت لري خو وردګ له بينوا سره دا خبره ردکړه او زياته يې کړه چې يوازې افغانى تابعيت لري او پر دې وياړى . ",په ولسى جرګه کې له نومول شوووزيرانو څخه پوښتنې 2155,," افغان ولسمشر حامد کرزي د لومړى ځل له پاره د مسيحى شوى پنجشيرى عبدالرحمن د خوشى کېدو په هکله خوښى څرګنده کړه او په دې اړوند يې د افغانستان د قضايي چاراکو پريکړه وستايله . کرزې د موضوع پخلۍ وکړ چې عبدالرحمن ناروغ وو او له دې وړاندې په پاکستان او المان کې تر درملنې لاندې وواو د افغانستان د نافذه قوانينو پر بنسټ خوشى شوي دي. عيسوى شوي عبدالرحمن ته ايتاليا سياسي پنا ورکړه .کرزي د ا څرګندونې د سترې محکمې د چارواکود يوې ناستې په مهال چې د ميلاد نبى (ص) په مناسبت جوړه شوې وه برخه والو ته واورولى . ",د مسيحى افغان دخوشى کېدو په اړوند دکرزي ملاتړ 2156,," افغان ولسمشر پرون د سترې محکمې چارواکو ته د ميلاد نبى (ص) د ورځې په مناسبت د وينا په ترځ کې له خبرى رسنيو څخه وغوښتل چې جګړه مار او ترهګر د طالب په نوم ياد نه کړي ، هغه کسان چې عالمان، سپين ږيري ، بې ګناه خلک اوښوونکى وژنى او ښونځى سوځوي طالبان نه ،جګړه ماران او ترهګر دي . کرزى وويل هغه طالبان چې له ترهګرو سره يو ځاى شوي او ترهګرى کارونه کوى ، طالبان نه، بلکه ترهګر او جګړه مار دي.کرزي وويل : ترهګر او جګړه مار د طالب په نوم يادول د هېوادپه واقعى دينى طالبانو منفى اغيزه کوي. ",کرزي : طالبانو ته ترهګر ونه وايو 2157,," د کورنيو چارو وزارت د خپرونو دچارويو چارواکى بينوا ته د ټيلفون په کرښه نن وويل چې د کوکنارو د کر اړولو لړۍ تر دم ګړۍ د هېواد په يو شمير سيمو کې د ځايي اوسيدونکو په مرسته پرته له ځانګړو خنډو په ښه توګه روانه ده او يوازې د هېواد په ٩ ولايتونو لکه بلخ، پروان ، سمنګان ، لغمان، کنړ، کندهار ، بادغيس او فراه کې ١٤٩٥٨ جريبه ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه شوې ده .چارواکى زياته کړه دا لړۍ چې د تيرکال د دلوې د مياشتې په ١٧ نيټه پيل شوې دوام لري او ټولو هغو سيمو ته به وغزول شي ،چې کوکنار په کې کرل شوي دي. ",١٥٠٠ جريبه ځمکه د کوکنارو د کر څخه پاکه شوې . 2158,," په بادغيس کې چارواکو خبردارۍ ورکړى که دولت په دغه ولايت کې د پسته ځنګلونو ته پوره پاملرنه ونه کړي ، له منځه به لاړشي . د بادغيس ٩٠ زره هکتاره ځمکه د پسته ځنګلونو پوښلې ، چې هرکال ترې نه ٢٠٠ ټنه پسته لاس ته راځى . د بادغيس د کرنې مشر بينوا ته نن وويل په دريو لسيزو کې د هېواد دغه سترې شتمنى ته ډير زيان رسيدلى ، اوس هم دولت د پام وړپاملرنه نه کوي ، جګړه ماران او ز ورواکى ترې نه ناوړه استفاده کوي او دولت پرې بشپړ واک او څار نه لري .ده وويل سره له يو شمير ستونزو بيا هم له دې لارې په کال کې ٢ ميليارده او ٢٥٠ ميليون افغانۍ دولت ته ګټه رسيږي او هره ونه لږ تر لږ ٨ کيلوګرام پسته ورکوي .که دولت او د کرنې وزارت په دې اړوند مرسته وکړى حتمى ده چې کلنۍ عايد به لوړ شي . ده وويل د پسته ځنګلونه د دولت لويه شتمنى ده چې پالنه او څارنه يې د هر افغان دنده ده . ",د پسته ځنګلونه د دولت لويه شتمنى ده . 2159,," نن سهار د غزنى ولايت د مقر ولسوالى د امنيت د اد ارې مشر عبدالحکيم هغه مهال د وسله الو کسانو له خوا په ډزو کې ووژل شو ، چې له خپل کور څخه د دفتر په لور روان وو. د غزنى امنيه قوماندان د پېښې پخلۍ کړى اووايي يو بريد کوونکى يې نيولى او ٣ نور يې ټپيان کړي دي .د طالب اورپکو يو وياند د دغه وژنې پړه منلې او ددولتى چارواکو دا خبره نه منې چې پلويان يې دولتى چارواکو نيولى او يا يې ټپيان کړي دي . ",په غزنى کې د امنيت يو چارواکى وژل شوى دى. 2160,," د خوست امنيتى چاراکو منلې چې د مخکنيو رپوټونو پر بنسټ يې ٢ تنه شکمن ترهګر هغه مهال لاس په لاس ونيول ،چې ددغه ولايت د فارم په سيمه کې د ماينونو په خښولو او پټولو بوخت وو.د نيول شوو کسانو د هويت په هکله څه نه دي ويل شوي ، مګر چارواکى ادعا کوي چې دغه کسان په يو لړ پېښو کې لاس لري او پلټنې به وښيي ، چې له کومې ډلې سره تړاو لري. ",٢ تنه شکمن ترهګر په خوست کې نيول شوي . 2161,," د کرنې او مالدارى او فوايد عامې نومول شوو وزيرانو نن ولسى جرګې ته د خپلو ادارو د تيرو کړنو او راتلونکو تګلارو په هکله ويناوې واورولې او د يو شميراستازوپوښتنو ته يې ځوابونه وويل .د کرنې وزير عبيدالله رامين د کرنې د ودې د جوړشوې تګ لارې او دهغوبهرنيو مرستو يادونه وکړه چې ددغه وزارت د کړنو د ودې په اړوند يې ژمنه شوې او يا يې تر لاسه کړي دي.ده اوس مهال د يو ميليون هکتار ځمکې د خړوبېدو خبره وکړه او ياده يې کړه چې ١٥٠ ميليون ډالربهرنۍ مرستې جلب اود ١٩٥ ميليون ډالرو نورو ژمنه شوې ده . د فوايد عامې وزير سهراب على صفر بيا د سړکونو د ستونزو يادونه وکړه او زياته يې کړه چې افغانستان داورګاډي د وسپنې پتلى ته اړتيا لري چې ممکن په ١٢ راتلونکو کلونو کې يې د پلى کېدو بندو بست وشي . د پرون په پرتله نن دولسى جرګې په ناسته کې يو څه چوپتيا وه او نوموړى وزيران په تونده ژبه لکه چې د دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ پرون ور سره مخامخ شو،نن مخامخ نه شول او استازي له خبرو يو څه ستومانه او خوب وړي مالوميدل . ",٢ نومول شوي وزيران ولسى جرګې ته حاضر شول 2162,," د ټولنيز ولسوليز ګوند مشر او د پښتو ژبې يو ځلاند ستورى پرېوت. دا خبر مونږ لپاره د ډېرې خواشينۍ او خفګان سبب وګرځېد. ډاکټر کبير ستوري د پښتو ژبې او ادب لپاره ډېر فعال کار کړى و او د هېواد څخه د باندې نړۍ کې يې نۀ يواځې په خپله د پښتو ډېر ستر خدمت کړى و بلکې نور پښتانۀ يې هم تل دې ته هڅولي وه چې د خپلې ژبې او ادب د ښېرازۍ او ودې لپاره کار وکړي. د هغه مړينه د پښتو ژبې او ادب لپاره يو نه سرکېدونکى تاوان دى. افغان خپرندويه ټولنه په دا غم د ټولو پښتنو شريک غم ګڼي او د افغانستان د حکومت څخه غوښتنه کوي چې د ډاکټر کبير ستوري د لوړو خدماتو د اعتراف لپاره په کابل کې د پښتو ژبې يوه نوې اداره د هغه په نوم جوړه کړي. عبدالهادي حيرانافغان خپرندويه ټولنه، پېښور ",د افغان خپرندويه ټولنې د خواشينۍ پېغام 2163,," د ډاکټر کبير ستوري په ناڅاپي مړينهد کامل پښتو ادبي جرګې د غمرازۍ پېغامپه خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ټولنيز ولسوليز ګوند مشر ډاکټر کبير ستورى په جرمني کې په حق ورسيد. د ډاکټر کبير ستوري مړينه د پښتو ادب او پښتو ژبې لپاره يوه ستره ضايعه ده. کامل پښتو ادبي جرګه پبو، پېښور د خداى بخښلي ډاکټر کبير ستوري په مړينه د ژوند غم او خفګان څرګندونه کوي او دا غم د ټولو پښتنو شريک غم ګڼي. د لوي خداى په دربار کې لاس په دعا يو چې د ډاکټر کبير ستوري جنت الفردوس او د خپلوانو، دوستانو، شاګردانو او د پښتو ژبې او ادب د ټولو مينه والو صبر او حوصله په نصيب شي. ډاکټر شېرزمان طائزىصدر کامل پښتو ادبي جرګه پېښور ",د کامل پښتو ادبي جرګې د غمرازۍ پېغام 2164,," د ډاياګ يا د ناقانونه وسله والو د بې وسله کولو د چارو دادارې وياند احمدجان نوزادى نن په مزارشريف کې خبري ناستې ته وويل :چې لاهم په افغانستان کې ١٨٠٠ ناقانونه وسله والې ډلې له ځانو سره سلا لري ، چې لږ ترلږه ١٢٥ زره ناقانونه وسله وال کسان يې په شاوخوا کې راټول شوي دي. ده هيله څرګنده کړه چې د روان کال ترپايه به دا ډلې بې وسلې شي .ده دې داډول ناقانونه وسله والو ډلو او کسانو شتون د امنيت پر وړاندې ګواښ وباله اوپه هېواد کې يې دنيشه يي توکو د قاچاق ، توليد او کاروبار د پراخيدو لامل وگاڼه . ", ١٨٠٠ وسله والې ډلې او ١٢٥ زره ناقانونه وسله وال 2165, داکترحسن ،لندن,"  اهوسترګو دکړم داسې صحرائي  بیا مې وه نکړه دبل چااشنائي  منتشرمې ټول فکرونه کری ورځ ؤ ما په خوب لیدلې زلفې بیګائي  ددنیاپه ګڼه ګوڼه کې بد ښکارم  ما اغوستي دي جامې د تنهائي  دام دزلفو دې دزړه په دام رانیسي له بل دامه که څوک غواړي رهائي  په تیاره زړه کې مې ځرک دتادمینې لکه شپه چې شي سنګار په سبائي  چې په لاره دګدرجومات ته ګوري  دشیخانو دتقوی زور ازمائي  دحسن په زړه غربت کولا ی ځه شي  زړه غریب کړي د جیبونو بډائي ",اهوسترګې 2166,," تيره شپه په شمالى وزيرستان کې د توغنديو دوه جلا بريدونه د پاکستانى پوځونو په دوو مرکزونو تر سره شوې چې ٣ تنه عسکر په کې مړه او٢ تنه نور ټپيان شوي دي. د پاکستان د فوځ وياند شوکت سلطان د ٣ تنو عسکرو د وژل کېدو خبره منلې ده .په هغه زورزياتى او بريدونو کې چې د پاکستان د فوځ او قبايلى جنګياليو ترمينځ په دې وروستيو کې په شمالى وزير ستان کې رامينځ ته شوي کابو ١٥٠ تنه قبايليان او ١٠ عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى. ",شمالى وزيرستان کې ٣ پاکستانى عسکر وژل شوي 2167,,"   چهارشنبه د ماښام د شپږو بجو په شاوخوا كي د ګرشك ولسوالۍ د حيدرآباد په سيمه كي د يو ځاى پر ځاى سوي ماين د چاودني له امله د امريكايي ځواكونو يو باروړونكى موټر تخريب سوى دى، چي موټر چلوونكى يې هم وژل سوى دى. طالبانو د دې پيښي پړه پر غاړه اخيستې ده. په سيمه كي يو دولتي چارواكي چي نه يې غوښتل نوم يې واخيستل سي د دې پيښي پخلى كړى دى . ",په ګرشك ولسوالي كي يوه امريكايي لاري تخريب سوه 2168,نصرالله حافظ," استوونكي : رشيد دډاكټر كبيرستوري دخواشينونكي مړينې له امله د خوشال فرهنګي ټولنې دلارښودې شورا دژورې خواشينې پيغام كابل : د ۱۳۸۵ كال دوري ۱۴    په خواشينۍ سره مو واوريده چې  نوميالي ليكوال اوسياستوال ښاغلي ډاكټر كبيرستورې هم له فاني نړۍ څخه سترګي پټې كړي. اناالله وانا اليه راجعون دډاكټر ستوري نوم اوكارونو دپښتوژبي اوپښتنوله پاره هغه څه دې چې دده له نامه سره به په تلپاتي توګه مل اوپه نيكوياديږي ، ستوري دافغاني فرهنگ او انساني خپلواكۍ په لاركي دپاملرنې وړخدمتونه ترسره كړي چې دهغو په خاطر به كله هم  دپښتنودسياست اوادب په تاريخ كې له ياده ونه وځي . دخوشال فرهنګي ټولنې لارشورا  دډاكتر كبيرستوري په مړينه خپله ژوره خواشينې څرګندوي ،دهغه مړينه  دپښتنواوپښتنې پيوستون په لاره كې په هراړخيزه توګه يوه نه جبران كيدونكې ضايعه ګڼي. اوپه دې اړه دهيواد له ټولوفرهنګيانو، دارواښاد له كورنۍ اوملګروسره دهغه په غم كې ځان شريك بولي .  ده ته له پاك خدايه دجنتوهيله اوكورنۍ ته يې دصبراوزغم غوښتنه كوي .   نصرالله حافظ دخوشال فرهنګي ټولنې مرستيال   ",دډاكټر كبيرستوري دخواشينونكي مړينې له امله 2169,دافغانانو کلتوری ټولنه,"    په ډېره خواشیني سره مو خبر تر لاسه کړچي  ډاکټرکبیرستوري دورپېښې ناروغۍ له امله د روان  زېږديزکال داپرېل په څلورمه د جرمني د کولن په ښار کې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې . اناالله واناالیه راجعون   ارواښاد ډاکټر کبیر ستوري افغان ولس اوخپل ټبر ته دیوشاعر،لیکوال او سیاستوال په توګه دخپل توان تربریده چوپړ کړېدی .   په بلجیم کې مېشت افغانان دده مړینه افغان ولس او پښتون ټبر ته یوه لویه ضایعه بولي‌‌،اوپداسې حال کې چي پدې غم کې ځانونه د ټول افغان ولس سره شریک ګڼي، دلوی او بخښونکي څښتن څخه ارواښاد ته د مغفرت او ددوۍ کورنۍ او دوستانو ته دصبر غوښتنه کوي .  روح يې ښاده او  ياد يې تلپاته   په ډېر درنښت                                              په بلجيم کي دافغانانو کلتوری ټولنه بروکسل ", بلجیم : دافغانانو د کلتوري ټولنې دخواخوږۍ پیغام 2170,پوهنوال ډاکتر نظر محمد سلطانزی ځدراڼ," په جرمني کې دساينس پوهانو ټولنه دخداې بخښلي ارواښاد ډاکتر کبير ستوري دنا څاپي مړينې څخه خبر تر لاسه کړ او له دې کبله دزړه له کومې خپګان او ژوره خواشيني څرګندوي . اناالله وانا اليه راجعون  خداې بخښلی ستوری دهيواد يونوميالی ساينس پوه، ساپوه،علمي او ملي شخصيت، وطنپالوونکی ، دټينګ عزم   او دسپيڅلي ايمان او عقيدې خاوندو. ارواښاد دساينس پوهنې اونوروټولنيزوڅانګو خو په تيره بيا په ساه پوهنې کې ګڼ شمير کتابونه ليکلي دي چې له دې لارې يې خپل ولس او دپښتو ژبې کلتور ته ستر تاريخي نه هيرېدونکي خدمتونه سرته رسولي دي.  موږ دمرحوم ډاکټر ستوري نا څاپي مړينه يوه ستره علمي اوولسي ضايعه ګڼو.  لوې څښتن تعالې د هغه ته شکلي جنتونه په نصيب کړي اوپاتې کورنۍ او خپلوانو ته  دصبر اوزغم غوښتنه کوو.  چې  پيداشوې تاژړل نوروخندا کړه داسې مړشه چي ته خاندي خلک ژاړي ..................................... څوک چې خادم وي دخپل ملک او دملت وطن يې پس له مرګه په مدفن فخرکوي (استاد خادم) په جرمني کې د ساينس پوهانوپه استازيتوب پوهنوال ډاکتر نظر محمد سلطانزی ځدراڼ دافغانستان داتوم انرژي پخوانی مسئول مشر او دکابل پوهنتون دطبيعي علومو پوهنځی استاد ",دلرې او برې پښتونخوا يو ځلانده علمي ستورۍ ولويده 2171,," ", 2172,,"   دائتلافي ځواکونو له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغو ځواکونو تیره ورځ دافغان امنیتي ځواکونو په ملتیا ددوی په وینا لس یاغیان یې دهلمند دسنگین په ولسوالۍ کې دیو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیولي. خبرپاڼه دا هم کاږي چې ائتلافي او افغان سرتیرو ته پکې کومه ژوبله نده اوښتې. ",ائتلافي ځواکونه د لسو یاغیانو دنیولو خبره کوي. 2173,,"   دکمونستي رژیم داستخباراتو یو بل پخوانی چارواکی عبدالله فقیر زاده دبشري حقونو دپایمالولو په تور په هالنډ کې تیره جمعه نیول شوی ویل کیږي دنوموړي کور هم تالاشي شوی تر دې وړاندې دکمونستي رژیم داستخباراتو نور لوړ رتبه چارواکي هم په هالنډ کې نیول شوي او دعمر قید له سزا سره مخ شوي. داستخباراتو یو بل لوړ رتبه چارواکی اسدالله سروري چې داگسا استخباراتي شبکې مشري يې کوله په کابل کې محکمې ور غوښتل شوی وه. ",په هالنډ کې یو بل افغان دجرمونو په تور نیول شوی. 2174,,"   تیره ورځ دافغانستان دمالیې وزیر انوار الحق احدي دامریکا دمتحدو ایالاتو په کابل کې سفر رونالډ نیومن سره یو تړون چې پکې د پنځو ملیونو ډالرو په ارزښت غوړيو مرسته وه لاسلیک کړ احدي وویل دا مرسته به دافغانستان په بیا رغونه کې ولگوي غوړي به وپلوري او پیسې به دبیارغونې په چارو کې ولگوي. په افغانستان کې دامریکې سفیر رونالډ نیومن وویل چې دا مرسته دامریکا دمتحدو ایالاتو دکرهڼې وزارت په وړیا توگه کړې. ",امریکا له افغانستان سره دغوړیو مرسته وکړه. 2175,,"   چارواکي وایي دغزني ولایت دمقر ولسوالۍ داستخباراتو مشر عبدالحکیم تیره ورځ دناپیژاندو وسلوالو له لورې وژل شوی. ", دمقر داستخباراتو مشر وژل شوی. 2176,,"   دننگرهار داطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وایي چې دنارنج گل دودیزه او تاریخي میله او مشاعره نن پنجشنبه دجلال اباد ښار دقبایلو په ریاست کې ترسره شي. دې مشاعرې ته په سلگونو شاعران له لر او برې پښتونخوا ورځي هر کال دسپرلي په لومړۍ میاشته حمل کې دا مشاعره کیږي. ",دنارنج گل تاریخي مشاعره به نن جوړه شي. 2177,," تيره شپه د ٨ بجو په شاو خوا کې د لوګر ولايت د بره کى راجان سيمه کې د يو ماين د چاودنې له کبله پنځه تنه ټپيان شوي چې دا مهال ٣ تنه يې د کابل په يو روغتون کې تر درملنې لاندې نيول شوي دي. ډاکترانو د يو ټن ټپى ټپونه يو څه د اندېښنې وړ بللي . د لوګر د امنيې قوماندان د ټيلفون پر ليکه بينوا ته د پېښې پخلى کړى او وايي ، چې پېښه هغه مهال رامينځ ته شوې چې نوموړو کسانو د بره کې راجان په يوه غونډى کې په کار بوخت وو او د بيرته راستنيدو په وخت کې د دوى اسکواټور په لاره کې له ماين سره لګيدلى او چاودنه شوې ده . په چاودنه کې اسکواټورزيانمن شوى دى. چارواکى تر ډيره بريده اټکل کوي چې ممکن دغه پېښه په سيمه کې د زاړه ماين له امله رامينځ ته شوي وي . د بره کې راجان امنيتى چارواکو ويلي نوموړو کسانو د افغان بيسيم د ټيلفون د انتن د لګولو په موخه په سيمه کې د قرارداديانو په توګه کار کوو. ",لوګر کې د ماين چاودنه کې ٥ تنه ټپيان شوي دي. 2178,,"   د ډاکټر کبير ستوري د مړينې له امله د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې پيغام  جرمني ، د کولن ښار د ٢٠٠٥ کال ، د اپريل ٥  په خواشينۍ سره خبر شولو چې افغان ليکوال ، شاعر او ارواپوه ډاکټر کبير ستوری د زړه د درېدو له امله نن سهار په جرمني کې وفات شو . انا لله و ان اليه راجعون ارواښاد ډاکټر کبير ستوري د ژوند اوږده کلونه خپلې ژبې ته د خدمت لپاره وقف کړي وو او په اوږده پردېسی کې هم تل د خپل هېواد او خپلې ژبې د يو نه ستړي کېدونکي خدمتګار په توګه پاتې شو. د هغه مړينه پوه لويه ضايعه ده . کورنۍ او دوستانو ته يې د جميل صبر غوښتنه او هغه ارواښاد ته د جنتونو دعا کوو. په درناوي ", د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د خواشینۍ پيغام 2179,," افغان دولتى ځواکونو د هلمند د نادعلى ولسوالى د لوى باغ په کلى کې د اسې يو کس نيولى دى چې د ځان سره يې دوه توغندى او د توغنديو يوه کوچنى دستګا لرله . نوموړى کس د پوښتنو او پلټنو په موخه د هلمند په مرکز کې پوليسو ته سپارل شوي دي . د نادعلى ولسوال بينوا ته وويل نوموړى غوښتل پردولتى چارواکو بريد وکړي او په دغه ولايت کې د کوکنارو د کر د اړولوبهير ګډوډ کړي .د طالب اورپکو يو وياند ويلى نيول شوى کس د دوى له پلويانو نه دى. ",د توغندى ويشتونکو يوه دستګا ه نيول شوي . 2180,," د کنړولايت د اسمار په ولسوالى تيره شپه څلور توغندى ويشتل شوي ، چې مرګ او ژوبله نه لري . د اسمارامنيه قوماندان بينوا ته وويل ، توغندى د ولسوالى د ودانۍ شاوخوا سيموکې لګيدلى چې هيڅ ډول زيان نه لري . همداشان تيره شپه دهرات ښار د ننه د امريت په څلور لاره کې لږ ترلږ څلور بمى چاودنې شوي چي هيڅ ډول مرګ او ژوبله نه لري او ددغه ولايت امنيه قوماندان د پېښو تر شاه د طالبانو لاس لرل ونه منل او يو شمير عقدمنو ډلو او کسانو ته يې ګوته ونيوله چې په دغه ولايت کې يې خپل واک له لاسه ورکړى دى. ",په کنړ کې بريد او په هرات کې چاودنې 2181,," د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نويد احمد معز وايي ،افغان ولسمشر حامد کرزي به په راتلونکى اونۍ کې هند ته د يو درى ورځنى رسمى سفر په موخه هغه هېواد ته لاړ شي او د لومړى وزير من موهن سنګه سره به په سيمه ايزو او نړيوالو مسلو خبرې وکړي او دخپل سفر په ترځ کې به د لوړو زده کړو، سوداګرى او د کليو د پراختيا په اړوند تړونونه لاس ليک کړي . ",ولسمشر کرزي به هند ته سفر وکړي 2182,," ", 2183,," دايتاليا د بهرنيو چار وزارت مرستيال کيم هولز نن دهلمند ولايت څخه ليدنه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې د بريتانيا او ناتو ځواکونو شتون دافغانستان په جنوب کې وکولاى شي د دغه هېواد دسولې او ثبات سره مرسته وکړي . ده ويلى دافغان دولت په غوښتنه دغه ځواکونه دافغانستان په جنوب کې ميشت کيږي . ",له هلمند څخه د ايتاليا دلوړى پوړى چارواکى کتنه 2184,," د زابل امنيه قوماندان بينوا ته وويل : ناپيږانده وسله والو کسانو نن ددغه ولايت د تازى له سيمې څخه د يوې موسسې دوه تنه افغان کارکونکى وتښتول، چې په بدل کې يې د ټيلفون پر ليکه د يو طالب د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده .ده وويل لا تر اوسه د پېښې پوره جزيات نشته له پلټنو وروسته به هر څه په ډاګه شي . ",زابل کې ديوې موسسې ٢ افغان کارکونکى تښتول شوي 2185,," په بګرام کې د امريکايي ځواکونو سترې فوځى اډې ته نيږدې نن له غرمې مخکې د هاوان يو ه ګولى چاودلې ،چې له امله يې يو تن ملکى وګړى مړ او ٢ تنه نور ټپيان شوي دي. په دغه چاودنه کې امريکايي ځواکونو ته مرګ او ژوبله نه ده رسيدلې . ",بګرام کې چاودنه شوې ده 2186,," د نارنج دوديزه مشاعره او ميله چې هر کال د ننګرهار د جلال اباد ښار کې د گن شمير شاعرانو ، ليکوالو او مينه والو په ګډون جوړيږي ، نن له پيل کيدو وروسته له ګډوډى سره مخامخ شوه او يو شميرشاعرانو خپل ليکل شوي شعرونه د اعتراض په توګه څيرې کړل او له ميلې څخه ووتل . ګډوډى هغه وخت رامينځ ته شوه چې يو شمير شاعرانو په خپلو شعرونو کې پردولت او چارواکو نيوکې وکړى او د ننګرهار والى شيرزى يې په غوسه کړ. شيرزى د دا ډول شعرونو د ويلو غندنه وکړه . مګر د ميلې ډيرو مينه والو د چارواکو داډول چلند د بيان د ازادى ضد عمل بللى دى . ",د نارنج ګل دوديزه مشاعره ګډه وډه شوه 2187,,"   دائتلافي ځواکونو خبرپاڼه کاږي چې دغو ځواکونو دملي اردو په ملتیا تیره ورځ دارزگان ددیراود په ولسوالۍ کې هغه مهال یو طالب وواژه کله چې څلور طالبانو ددوی په کاروان برید وکړ لنډه جگړه پیښه شوه او له الوتکو هم کارواخیستل او بمبارۍ یې وکړې خو خبرپاڼه بیا وایي ائتلافي او داردو سرتیرو ته په پیښه کې کومه مرگ ژوبله نده اوښتې. ",په ارزگان کې یو طالب وژل شوی. 2188,,"  پېښور : په ډېره خواشينۍ سره مو د نوميالي اديب، شاعر او اروا پوه ډاکټر کبير ستوري د مرګ خبر واورېد. پښتو ژبې او ادب لپاره به د ډاکټر کبير ستوري خدمتونه او کارونه تل ياد ساتلى شي. مونږ په دې لوي غم کې د ارواښاد د کورنۍ سره برابر شريک يو او د لوي خداى په دربار کې لاس په دعا يو چې ارواښاد کبير ستوري ته جنت الفردوس او کورنۍ او دوستانو ته يې صبر جميل نصيب کړي. محمد يعقوب ""شرافت""د افغان اسلامي اژانس مشر ",د افغان اسلامي اژانس د خواشینۍ پیغام 2189,," د دې ګڼه د ځينو مطالبو سرلیکونه :* د نوي ۱۳۸۵ لمریز کال په مناسبت د آنټریو د ایالت د صدراعظم ځانګړی پيغام* د نوي كال نوې ورځ* له ویری وېره !امریکا د القاعده څخه بیریږی خو نړۍ بیا د امریکا څخه بیریږی ــ ډاکټر نثار احمد صمد* افغانستان ته د کاناډا د صدراعظم سفر* د افغانستان جنګ زموږ نه دی ډاکټر نثار احمد صمد* د ملګرو ملتونو راتلونکی سر منشی به څوک وی،آیا هغه به ډاکټر اشرف غنی احمدزی نه وی ؟ !* تقدیر ازرضا کاران ممتاز کمونیتی افغان در کانادا* ښاماران ټورنټو ته راځي* جنگ افغانستان متعلق به ما نیست ــ اریک مارګولیس * تفرقه مذهبی خواست وسیاست استعمار ــ موسوی* له بن نه تر لندنه ــ حبیب الله غمخور* نوی کتابونو ته لنډه کتنه* بوش په جنګ کې ( ۲۱ ) برخه * ادبي مرغلرېاو نور مطالب ، رپوټونه او مرکې په انګريزی برخه کېکه غواړي چې د افغان رسالې هره ګڼه ستاسو پر آدرس درورسیږی، نو مهربانه وکړی خپل د کلني ګدون بيه چې ۶۰ ډالره کیږی په لاندې پټه ولیږی: Afghan PostP. O. Box 300741027 Finch Avenue WestToronto, OntarioM3J 3L6Canadaافغان رساله / Afghan Post - ټورنټو - کاناډاتیلفون ۹۰۸۱ – ۴۷۲ (۹۰۵) Tel: (905) 472 – 9081 /فکس ۴۶۸۴ – ۴۷۲ (۹۰۵) Fax: (905) 472 – 4684 / بريښنا لیک afghanpost@rogers.com ويب پاڼهwww.afghanpost.com      ", د افغان رسالې83 پرله پسې ګڼه له چاپه راووتله . 2190,نصير ستوری - جرمني," د چارشبې په ورځ ۵،۴،۲۰۰۶ نېټه د مازیګر په پنځو بجو د کلن په ښار کې دهیواد ملي شخصیت او منلي لیکوال شاعر، څیړونکي ، ژورنالیست د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند ( PSDP ) مشر د پښتو ژبي ریښتني پالونکي او خدمتګار ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري د جنازې مراسم چې ګڼ شمېر هیوادوالو، ملګرو، دوستانو، په اروپاکې د افغاني کلتوري ټولنو غړو او استازو په جرمني کې د هیواد ملي شخصیت او منلي ادیب او د  پښتون قامي وحدت تګره او پیاوړی مبارز ښاغلی  ډاکتر کبیر ستوری د جنازی مراسم تر سره شول.   د چارشبې په ورځ ۵،۴،۲۰۰۶ نېټه د مازیګر په پنځو بجو د کلن په ښار کې دهیواد ملي شخصیت او منلي لیکوال شاعر، څیړونکي ، ژورنالیست د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند ( PSDP )  مشر د پښتو ژبي ریښتني پالونکي او خدمتګار ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري د جنازې مراسم چې ګڼ شمېر هیوادوالو، ملګرو، دوستانو، په اروپاکې د افغاني کلتوري ټولنو غړو او استازو ، دالمان غږ د رادیو ملګرو او دستوري مینه والو ګډون کړی وو. داسلامي مراسمو د ادا څخه وروسته ښاغلي سید هاشم پاچا صیب لنډي خبري وکړې وروسته د د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند ( PSDP ) لمړي مرستیال او په کولن ښار کې د پښتنو کلتوري ټولنی مشر ښاغلي محمد شرین ګردیوال د ګوندپه استازیتوب د اروښاد ډاکتر کبیر ستوري په شخصیت هر اړخیزه وینا وکړه او ویویل:                                                 د لوی او بښخونکی خدای په نامه د پښتو او پښتنو د ملي قافلې سرکښ ، پیاوړی ، او ننګیالی ، زما د سیاسي او ټولنیز ژوند کلک ویاړلی ، خوږ او نژدې دوست او ملګری ډاکتر کبیر ستوری ددې فاني دنیا نه د ابدي دنیا په سفر وخوځید ه        اناالله واناالیه ارجعون د چا به پلار ، د چا بابا ، د چا کاکا ، د چا ماما به وي . خو ددې رشتې نه وروسته د دوستۍ انسانیت او پښتونولۍ د ټینګو مزو او تارونو په چوکاټ کې ما ته د هر څه نه را نژدې دوست او ملګری وی. ملګریه :  څښتن تعالی دی جنتونه په نصیب کړه . خو ملګریه د جنت ښاپیریو ته هم دا زیری ورکړه چې ستا ملګری به ستا دملي مبارزی او قامی وحدت ترانه ژوندی او ځلانده ساتی. ملګریه : ستا ژوند د پښتنو او پښتونولی خزانه ،            د علم او ټولنیز ژوند د لاری او منزل ډیوه ،             د پت ، غیرت، ښګیڼی او وفا زمرمه              د پښتنو د ملی یووالی او قومی وحدت ناره او د پښتنو د خیر ، ابادې او سوکالی د پاره نرۍ د رنګینو نه ډکه او مسته وږمه وه. د پښتونولی د ستر بڼ طوطی ! ته خو لاړی خو زه او زما ملګری په ایماندارې سره ، درسره دا ژمنه کوو چې ستا د پښتو او پښتونولی هڅی ، او د قومی وحدت ، د ملی ترانی او ناری څپی به د نړۍ په ګوډ ګوډ کې د پښتنو زړونو او فکرونو ته وررسوه.   د ډاکتر کبیر ستوری  ژوند ته ځغلند نظر :   خدای بخلی ډاکـتر کـبیر ستوری د پښتو ژبې ملی منلی شاعـر، لـیـکـوال، څیړونکـی،ژورنالست او د پلوم سا پوه و.   ښاغـلی ډوکـتور کـبیـر ستوری په هډ پښتون په ټبر میرداد خیل چې د پښتنو د یـوسـفـزو د پـرګـنې پـورې اړه لري. ستوری د لعل محمد خان زوی او د بری پښتونخوا د کونړ د تنر په کلي کې پر ۱۳۲۱ هجری کال کې زيږیدلی دي. ده خپله لومړنۍ زده کړه د خاص کونړ په لـومـړني ښوونځي او په کابل کې د رحمان بابا په لیسه کې او خپله لوړه زده کړه د جرمنی د فرانکفورت ، کولن او ماربورګ په پـوهـنـتـونـونـو کې د ساپـوهـنې په څانګه کې چې فلسفه  سیاسي پوهنه او ټولنپوهنه ورسره مل وه سرتته رسولي ده. ستوری د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند د بنسټ ایښودونکو مخکښانو څخه دی د شاعرۍ په نړۍ کې د یوه پر مختللی ادبی بهیر پوری اړه لری چې مشر نماينده ئې د پښتو د اد ب پلار اجمل خټک دی. د پښتنو د یووالی ، خپلواکۍ او سوکالۍ د پاره ده ته د باچا خان نظریو ژوند وربخلی دی. ستوری د پښتو د یو ګڼ شمیر کتابونو مولف او لیکوال وه چې وائئ سـاه مـې وخــلـه واخــلــه خــو پـــښــتــو رانــه وانــه خـلــی زه پـــښــتـــون یـــم پـــه پــــښـــتــو بـــانـــدې پـــتــمــن یــم   کـــه زمــــا ســـــتــوري پـــه قـــــبــر چــــــیــرې راشـــــی پــه پـــــښـــتـــو راتــه دوعــــا کـــــړه پـــــری مـــیـــن یـــم روح دی ئې ښاد وی.   ورسته د هیواد وتلی شاعر ښاغلی عبدالوهاب سرتیر  ویرنه د ښاغلی شیر ولی شیر لخوا واوروال شوه.   ویـــــــــــرنــــــــه                         یـــــــو ســـتـوری ؤ کــبـــیــر چې له مـــداره ځــیــنـی ووت د ژونــــد لـــه دی نــمــګــړی شــان بـازاره ځـــیــنــی ووت   خــوا خـــوږی مــهــربــانــه او مــیــن پــه پـــښـــتـو ژبــــې پــه اړو کــې زمــــونـــــږ اړو لــــه کــاره ځـــــیــنــی ووت   مــرګــی ئې په بې رحمـۍ ســره چــمــن تــه مــخــه کـــړی کــبــیـر مـــو لـکــه ګــل چــې د ګـلـــــزاره ځــیـــنــی ووت   خــفـه په پــښــتــنــو یــم چې د سر خـــلـک ئــې سرخــوری کــوم ســتـوری چـې زمــونــږ د شــب تــاره ځــیــنــی ووت   کـبـیـر داسـی پـــښـتـون ؤ مـور راوړی چــې «ســرتــیــره» د نـــرخ ځــیــنـی ونـــه ووت خــو د ښـــاره ځــــیـنــی ووت عبدالوهاب سرتیر   ور پسی په اروپا کې د کلتوری ټولنو په استازیتوب د افغانستان د کلتوری ودی ټولنی مشر ښاغلی زرین انځور د ارواښاد په ادبی او کلتوری خدمتونو هراړخیزه رڼا واچوله په پای کې د ارواښاد د کورنۍ په استازیتوب ښاغلی الحاج محمد نادر سرشار د ګډونکو نه مننه او خوښنه وکړه.  د ارواښاد ډاکـتر کـبیر ستوری جنازه به د۲۰۰۶ ع کال اپریل د میاشتی په اوومه نېټه د جمعی په ورځ د مازیګر په څلور بجو د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د تنر په کلی کې پخپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل کیږی روح دی ښاد وی. ",جرمني : د ارواښاد ستوري د جنازې مراسم ترسره شوه 2191,افغان فرهنګي يون," په داسې حال کې چې پښتو ژبه په چټکه توګه  د انټرنيټ په مخ د غوړيدو په حال کې ده په کابل او پېښور کې د څو تنو ځوانو لېکوالو له خوا بريښنايي ( افغان فرهنګي يون  ) پيل شو . دا به د ټول افغان د ويب پاڼې يو څنګزنه  پاڼه وي چې په کې به  د فرهنګي خبرونو سربېره تاسو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د لېکوالو ، شاعرانو او  هنرمندانو وروستۍ پنځونې ،  له هغوی سره په زړه پورې مرکي ، او نور فرهنګي ، ادبي او هنري توکي لوستلی شئ . ددې پاڼې د جوړلو زيار د ټول افغان چلونکي شېرزاد کاموال ګاللی او د چلونې چارې يې د لېکوالو او شاعرانو د يوې وړې ډلې په غاړه دي . د افغان فرهنګي  يون چلونکي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له لېکوالو، شاعرانو او هنرمندانو نه غواړي چې خپل تحقيقي او هنرې اثار دې د دې پاڼې له لارې  خپلو ټولو مينه والو ته ورسوي . دم ګړۍ دا پاڼه د شعرونو ، داستانونو ، فرهنګي خبرونو، کره کتنو ، او مقالو برخې  لري  ، تر اوسه لا بشپړه نه ده خو کار پرې روان دی  موږ هېله من يو چې د وخت په تېريدو به په کې نور غوره بدلونونه راولو . موږ د نړۍ په  ګوټ ګوټ کې له ميشتو فرهنګيانو،  لېکوالو ، شاعرانو او  هنرمندانو نه يو وار بيا  غواړو چې  چې موږ سره دې دا فرهنګي يون وپالي او  خپلې ليکنې او  هنري  پنځونې دې   ددې پاڼې له لارې خپلو مينه والو ته ورسوي . ددې لينک په کېکاږلو ( افغان فرهنګي يون ) ته ورتېريدلی شئ : http://www.tolafghan.com/afy دا مهال زموږ د اړيکو برخه  بشپړه نه ده تر هغې چې د اړيکو څانګه  بشپړيږي ، تاسو کولای شئ خپلې ليکنې ، پيغامونه او ليکونه   ( افغان فرهنګي يو ن  ) ته په دې بريښنايي ادرس راواستوئ .  af_yoon22@yahoo.com     په ډېر درناوي د افغان فرهنګي يو ن چلونکي ډله ",په ټول افغان ويبپاڼه کي د (افغان فرهنګي يون ) برخه 2192,شېرعلم(امله وال)," شېرعلم(امله وال) کله  چې  ماشوم د تصويري  تفکر څخه  راووزي او علمي تفکر پيلوي،  په دې  وخت کې ماشوم د مور تر مستحقې  څارنې او  لارښوونې لاندې وي، د اشياو  پېژندلو او د خبرو کولو پيل  د مور په  ژبه کوي. د اروا پوهنې عالمان  او پوهان  د سالمې  او کره  زده کړې لپاره  دوه بنسټيز شرطونه وړاندې کوي،  چې  پر  زده کړه  ډېر موُثر او اغېز من  وىي. ۱- کورنى  چاپريال  ٢ – ټولنيز  چاپريال د ماشوم لپاره  د زده کړې لومړنۍ  ژبه  مورنۍ وي،  د کلي کوڅې او سيمې  ژبه هم طبعي ده،  چې هغه به هم مورنۍ ژبه وي،  د ښاري  سيمو څخه پرته زموږ د هېواد په  څو سيمو کې  د ځانگړو  ژبو  ويونکي هستوگه لري،  خو د لمړني   ټولګې زده کړې  ئې په دويمه  او دريمه  ژبه دي،  لکه د نورستانيانو،  پشه يانو او ازبکو او سيدو سيمې د نمونې  په ډول  ښودلې شو.  په  مورنۍ  ژبه  زد ه کړه  د انسانانو له  لومړنيو اړتياو څخه  شمېرل کېږې او د يو سالم  شخصيت  په  رامينځته  کولو کې  بنسټيز  رول  لري.   ماشوم ژبه  د مور  په غېږه کې  زده کوي  او د ژوند تر پايه  په همدې  مورنۍ  ژبه  فکر او سوچ  کوي  ٩٨  %  فکر  او سوچ  په  مورنۍ  ژبه کېږي  نه  په  نورو ژبو،  د  ښوونې او  روزنې  پوهان  مورنۍ  ژبه  دزده کړې  لپاره غوره او  وړ  ژبه گڼي  په کوچينوالي کې د ماشوم د ذهن  د جذب  قوه  ډېره  او قوي وي.  ٩٠% زده کړې  په  مورنۍ  ژبه ښه صورت  نيسې،  زده کړه هغه وخت  په اساسي ډول  سرته رسېږي،  چې ذهن کې په مخامخ  ډول  جذب شي  او  شاګرد  پرې  پوه شي ، نه دا چې د دويمې  او  درېيمې ترجمانې  ژبې له  لارې  په  ژباړيزه  ژبه کې  د موضوع د اصل  مطلب  منځپانگه نيمايي کېږى  او  په  دېمه ژبه کې  د جذب قوه ٢٥% ته  راټيټېږي.  ايا تر اوسه  مو دا  اصل  په يا م کې  نيولى  او  ماشوم ته  مو دا حق  ورکړى،  چې  په هغه  ژبه  زده کړه  وکړي  چې پر ې  پوهېږى؟  نه  هېڅ کله  نه!  موږ  خپلو ماشومانو لپاره تل کوښښ کړى،  چې په دويمه  او درېيمه  ژبه  زده کړه  ورکړې،   حال  دا چې  پدې  حالاتو کې د ماشوم د ذهن  د جاذبې قوه ٥٠-٧٠% پورې خپله قوت له لاسه ورکوي  او د  زده کړې لپاره يوازې ٥٠% يا ٢٥% د جذب  او اخيستنې قوه پاتې کېږي. ايا  دا ظلم  او تېرى  نه  دى؟  طبعي ده  چې دا  ظلم  او  تېرى  تر اوسه  پورې  شوى،  هيله  ده چې  راتلونکي لپاره  منظمې  او لازمې کړنې تر سره شي،  ترڅو له  دې  وروسته  د خپلو ماشومانو څخه  روا حق  وانه خلو. د  مورنۍ  ژبې  څخه پرته په نورو ژبو زده کړه  د ټولو ځانگړنو او تلفظونو سره نه شى زده کېداى.  په ښوونځيو کې تل هغه ماشومان  زوريدلي  او کړيدلي حالت  سره مخامخ  او د رواني ستونزو سره لاس او ګريوان وي،  چې هلته د زده کړى محيط په مورنۍ  ژبه  نه  وي  او  په دويمه  ژبه وي  دا ماشومان د نورو په څېر منظم تلفظ نشي کولاى   د مونث ، مذکر، ماضى،  حال او  راتلونکي ترمينځ  توپير نشي کولاى،  د يو ډول پسخند، ريخشند او خجالت سره مخ کېږي، تل ګوښه او زوريږي، چيې د ماشوم پر زده کړه او شخصيت ناوړه منفي اغېزې کوي.  زمونږ د هېواد  د اساسي قانون د ٤٣ مادې دويم بند پدې  ډول  دى،  (دولت مکلف دى،  چې په ټول افغانستان کې د متوازن معارف عامولو او منځنيو اجبارې  زده کړو د تاُمين لپاره اغېزمن پروگرامونه طرح او تطبيق کړي  او د مورنيو ژبو د تدريس لپاره په هغو سيمو کې چې خبرې  پرې کېږي  لاره هواره کړى). همدرانگه  د اساسي قانون  شپاړسمې مادې حکم هم واضح دى،  چې پښتو او دري رسمي ژبې دي،  ازبکي ، پشه يي، نورستاني، ترکمني، بلوچي او پا ميري  په هغو سيمو کې چې ډېر وگړي  پرې  خبرې کوي،  درېيمې رسمي ژبې دي. ددې قانون د توشيح څخه  څه باندې دوه کاله تېر شوي،  خو تر اوسه ديې قانون عملي بڼه نه ده غوره کړې، ايا دولت ورسپارل شوى مکلفيت  او  مسوُليت تر سره کړى؟  د قانون عملي تطبيق  او شرايطو برابرولو لپاره يې تر اوسه څه کړي،  نه هېڅ هم نه!  ايا په هېواد کې  متوازن معارف موجود دى؟  نه د هېواد په پلازمېنه کابل کې په دواړو رسمي او دولتي ژبو لومړنۍ، منځنۍ ، ثانوي  او لوړې  زده کړې کېږي،  بيا هم ځواب  منفي دى.  بيا نو متوازن  معارف  او  پر مورينو ژبو زده کړه  څه مانا لر؟  حال دا چې  په پلازمينه کې  د هېواد او  ټولو  ژبو ويوونکي هستوګنه  لري،  خو ټولې زده کړې  يوازې په يوه ژبه دي،  يوازې خوشال خان  لېسه کې په  پښتو  ژبه  زده کړه کېږي  او  د  رحمن بابا لېسه  خو  له  پخوا  ګډ او زياته برخه يې دري ده،  دلته  پدې هېواد کې چې د ډېره کيو (اکثريت) دا حال وي، نو  د وړو  اقليتونو  به څوک  او  څه  ډول  پوښتنه  او غم وکړي،  د  متوازن  معارف  د نه  مراعت  او  ټولو ته په خپلو مورنيو ژبو کې د زده کړې شرايطو  په  نه برابرولو کې  سياسي  لاسونه  دخيل وو،  خو اوس حالات  مخ  په بدلېدو دي،  هر چا ته  دې په  خپلو مورنيو ژبو د زده کړې حق او شرايط برابرشي . په  مورنيو ژبو زده کړه د پرديو د کلتوري يرغلونو په  مخنيوي کې پرېکنده او رغنده رول لري، همدا فرهنګي يرغلونه دي چې وروسته سياسي او پوځي يرغلونو ته لار هواروي،  استعمار تل کوښښ کوي، چې لمړى خپل فرهنګ يو هېواد ته لېږدوي،  بيا خپل سياسي او  پوځي  شتون  او حضور ..... د هېواد د ابادۍ او د افغان ولس د علمي او تعليمي کچې  د لوړوالي لپاره دې  د اساسي قانون  د حکم  او محتوا  له مخې ټولو مروجو  ژبو او هم دې په پلازمېنه کابل کې د دواړو  رسمي  ژبو  پښتو  او دري  په ښونځيو، لېسو  او  لوړو  زده کړو  په  موُسساتو کې  په برابر ډول  د زده کړې  زمينه  مساعده کړي،  تر څو  ژبني توپيرونه  له  مينځه ولاړ شي،  چې هېواد او  ټول ولس  مو د پرمختګ  او هوساينې پر لور رهي شي.      ",مورنۍ ژبه د زده کړې اساس 2193,," ملي المپیک ته څېرمه د عیدګاه جومات په وړاندې د دوو کرولا موټرو د ټکر په ترڅ کې اووه تنه ټپیان شول. په ټپیانو کې ښځې، ماشومان او نارینه  شامل دي . پېښه سهار مهال اووه نیمې بجې رامنځته شوه. دپېښې ټپیان د کابل عاجل روغتون  ته لېږدول شویدي. د عیني شاهدانو په وینا، یو اړخ کسانو غوښتل د جمعې په رخصتۍ سیل ځایونوته  لاړ شي، خو د سرعت او بیړې له امله د پېښې ښکار شول. ",کابل کې ترافیکي پېښې ۷ تنه ټپیان کړل 2194,,"   تیره اوونۍ دناټو نظامي ډله افغانستان ته راغلې وه له دولتي چارواکو، ملگروملتونو او دایساف دولایتي بیارغونې یو شمیر ټیمونو سره یې دناټو د ځواکونو دپراختیا پر څرنگوالي وغږیدل چې دروان کال دجولای په میاشت کې دهیواد سهیل ته ددغو ځواکونو ٦٠٠٠ سرتیري وراستول کیږي. دایساف ځواکونه دا مهال دافغانستان په یو شمیر ولایتونو کې دامنیت دخوندي کولو پر موخه میشت دي خو لا هم نا امنیي دټول هیواد پر کچه تر سترگو کیږي. ",دناټو نظامي ډلې له افغانستانه لیدنه وکړه. 2195,," میرویس جلالزی د ډاکټرانو يوه ډله د طب په ډګرکي پريوي حيرانونکي لاسته راوړني بريالي شوي ده څيړونکو يوي نړيوالي ډلي دجرمني په فرانکفورت کي دلومړي ځل لپاره په دوه بالغو کسانوباندي يوه جينيتيکي درملنه ترسره کړه دغه درملنه دهغي ناروغي لپاره ترسره شوه چي تر اوسه د درملني وړ نه وه . پروفيسور ديتر هولڅر دڅيړونکو له نړيوال تيم سره يو ځاي له يولسو کالو څيړنو وروسته پردي بريالي شو څو دهغو لويانو لپاره چي بدن په ارثي توګه د ناروغي په وړاندي مقاومت له لاسه ورکړي وي په جينيتيکي توګه درملنه شوني کړي . داکتران له ناروغ څخه وينه اخلي او بدن ته دروغو جينيتکي حجرو له ور ننه ايستلو وروسته . وروسته دخرابو حجرو پروګرام وربدلوي. چي په دي توګه بدن کولي شي چي بيرته په پوره اندازه دفاعي مواد توليد کړي. . په راتلونکي کي ښايي په ايدز اخته ميليونو نه ناروغان هم له دغه ميتود څخه ګټه واخلي. په دغو ترسره شوي څيړنو کي تر اوسه کوم جانبي خطر نه ده ليدل شوي ",د طب په ډګرکي حيرانونکي لاسته راوړني 2196,," میرویس جلالزی ايران چمتو دي چي د خپلي اتومي لانجي دحل لپاره د اتومي انرژي له نړيوالي اداري سره مرسته وکړي دملګرو ملتو دامنيت په شوراي کي دايران پلاوي علي اصغر سلطاني وويل چي دامنيت دشوراي زياته لاسوهنه دلانجي دپيچلتيا لامل ګرځئ. دامنيت شوراي دايران داتومي دوسيي دريدو لپاره دي هيواد ته ٣٠ ورځي مهلت ورکړي. خو ايران د يو نو ي راکت دازمويني نه پسته ",ايران چمتو دي چي د خپل اتومي لانجي پر سر خبري وکړي 2197,," میرویس جلالزی په ټوله فرانسه کي له دوه ميليونو څخه زياتو کسانو د کار دنو ي قانون په وړاندي دسي شنبي په ورځ پرسړکونو مظاهري وکړې . ويل کيږي چي دغه مظاهري به د نوموړي هيواد لومړي وزير دومينيک دويلپا ته چي راتلونکي دجمهوري رياست په راتلونکوټاکنوکي يي ځان کانديد کړى ستونزي رامنځته کړي . کارګري ټولني او د محصلينو غورځنګونو دملي اعتصاب او دحقوقي اعتراضونو پنځمه ورځ اعلام کړه. د کاردنوي قانون په اساس کارورکونکي کولاي شي هغه کارګران چي عمريي له ٢٦ کالونو څخه لږ دي دوه کلو په موده کي په آساني له کاره ګوښه کړي. په فرانسي کي مظاهري د هري اوني په تيريدو سره زياتيږي په سلګونو پوهنتونونه اوښونځي تړلي دي . په هوايي دګرونوکي اړو دوړ را منځته شوى،الوتکي الوتنه نه کوي او ځيني خو بيا په هوايي ډګرکي ناستي ته چمتو ندي . مسا فرين په اورګادو کي دسفر لپاره بايد په ساعتونو انتظاروباسي . خوله دي سره سره خلک دځوانانو دغه ستونزي درکوي . ځوانو مظاهره کونکو ويلي دي چي له دولت سره په دي شرط خبري نه مني چي بايد مخکي له هرڅه دکارنوي قانون دي له مځه ولاړشي. دا په داسي حال کي دي چي نوي قانون توشيح شوي دۍ.  چارواکو ژمنه کړي ده چي د دي قانون په ځينومادوبه غوروشي  حکومت دورستيومظاهرو په بڼه له نورو داسي مظاهرونه ويره لري. ",تر دوه ملیونوزیاتو کسانو په فرانسه کي مظاهره وکړه 2198,,"   نیږدې شپږ زره افغان کډوال چې پخوا یې دپاکستان په باجوړو کې دکډوالۍ شپې تیرولې ولې دا مهال کنړ ته له راستنیدو وروسته دبۍ کورۍ شپې تر سهار په خیمه کې تیروي. دوی ټول دکنړ دریو سیمو خاص کنړ، ډاگی خوړ او په څاگي دښتو کې پراته دي. امیر محمد چې له پاکستان راستون شوی او دکنړ په څاگي دښته کې یې اړولي بینوا ته وویل:"" یوه خیمه یې راته راکړې دکور لس غړي دشپې په یوې خیمه کې تیروو پاکستان خو که پردی وطن وه خو بیا هم ښه وه ځکه که نور څه نه وه کورونه خو مو درلوده"". دامیر محمد په څیر دڅاگي په دغه پنډ غالي کې دیارلس سوه نور کډوال هم میشت دي دوی خیمې دکنړ د مست سیند ترڅنگ پرتې دي امیر محمد وایي دسیند اوبه دڅښاک وړ ندي ځکه یوځل بچیانو یې دسیند اوبه څښلې وې ورته ناروغان شول ډاکټرانو ورته ویلي نور دې دسیند له اوبو دڅښاک تمه نلري دامیر په وینا دکور ښځې یې داوبو راوړلو لپاره پوره یو ساعت پلی مزل کوي ترڅو اوبه دڅښاک لپاره راوړي.  دا کډوال ترټولو زیات دبچیانو دښوونې او روزنې په اړه اندیښنه لري ځکه په کنړ کې داسې ښوونځی نشته چې بچیان یې پکې زده کړه وکړي. امیر محمد وایي درې بچیان لري درې واړه په پاکستان کې دښوونځي زده کونکي وه چې له پاکستان رلستون شوی نو بچیان یې په کور ناست دي داسې ښوونځی نه ویني چې بچیان یې پکې لوست وکړي دامیر خبره ده که ستونزې یې حل نشي اړ دی بیرته پاکستان ته لاړ شي. سپین ږیری ٧٢ کلن صادق خان بینوا ته وویل:"" په کور کې دگټې وټې څوک نه لرم یوازې یې یم پاکستان کې مې دلرگیو په یوه ټال کې مزدوري کوله گوزاره مې جوړه وه دلته کنړ چې بس راغلی یم نور کرار په کور کې ناست یم خیټه مې وږې ده بچیان رانه ډوډۍ غواړي څه وکړم نه کار شته نه روزگار"". دکډوالو ددې موضوع په اړه دکنړ والي اسدالله وفا ته ورغلو ترې ومو پوښتل دکډوالو دستونزو د هواري لپاره یې کوم گامونه پورته کړي اسدالله وفا بینوا ته وویل:"" رښتیا دا ستونزه ده غټ مشکل دی پدې اړه مونږ سره نړیوالو هیڅ مرسته نده کړې کله ناکله مونږ ته غنم راکوي خو دکډوالو پرې چاره نه کیږي تاسې ته معلومه ده کنړ کې ځمکې نشته ټول غرونه دي مونږ بیا هم دوی ته ځمکې په خاص کنړ، ډاگي خوړ او په څاگي دښتو کې ورکړي کوښښ کوو ددوی دا ستونزې حل شي"". والي اسدالله وفا دا هم وویل چې دوی په زور له پاکستان شړل شوي او شپږ زره کورنۍ کنړ ته ستنې شوي.  ",کنړ ته راستانه شوي کډوال له ستونزو شکایت کوي. 2199,," میرویس جلالزی نوموړي د عيسوي کال داتيايمي لسيزه کي دشعيه ګانود وژلو په تور ترمحاکمي لاندي دي .اوس محکمي دهغه پر خلاف نور تورونه هم وړاندي کړي دي. دهغه دکاکا زوي علي حسن المجيدي چي په دغي وژنه کي پر مهم رول تورن دي هم ترمحاکمي لاندي دي د دغو تورونوله امله صدام حسين د اعدام له ګواښ سره مخامخ دي . ",په بغدادکي دصدام حسين محاکمي دوام وموند . 2200,," میرویس جلالزې ذکرياموسوي دسپټامبرد ١١ په حملو کي په لاس لرولو ګنا هګار وپيژندل شو .پرون  دامريکا په ويرجنيا ايالت کي يو محکمي هغه داعدام سزا وغوښتله ټاکل شوي ده چي دوهمه محکمه به دقربانيانودکورنيو په شاهدي سره پيل شي . محکمه به خپل حکم دالقاعدي د دغه پيلوټ په اړده چي دي به اعدام اوکه به دعمري بند په سزا ورسږي صادر کړي. هغه يوه هفته مخکي دا ومنله چي په سپينه ماڼي باندي دحملي لپاره يي روزنه ليدلي وه .ذکريا موسوي يوازيني کس دي چي د سپتامبرديولسمي له حملوسره په تړاوکي محکمه کيږي . اوس د هغه وکيلان په دي هڅه کي دي چي دي د مرګ له سزا څخه وژغوري. دسمپتمبر ديولسمي په حملوکي چي په واشنګتن اونيويارک باندي  ترسره شوي ٣٠٠٠ تنه ووژل شول . ",ذکرياموسوي ته د امریکا محکمې د مرګ سزا وغوښتل 2201,," میرویس جلالزی په ترکيه کښي له زور زيا تي ځخه ډکو مظا هر و په لړکښي تر اوسه پوري تر ١٩ تنه پوري مړه او ځه نا څه ٢٥٠ تنه ټبيان شوي دي . مظاهري د تيري اوني راهسي د ترکي په جنوب ختيځ کښي دوام لري.داستانبول ښار چه دکرد دوگړوډيري په کښي اوسيزي.دډيرزور زياتي شاهد دي . په استانبول کښي نن سهار د يوه ملکي بس ته دبم ورغورځولوپه ترځ کښي ٣تنه ووژل شول.د کر دانووروستي مظاهري يوه اوني مخکښي د١٤ کردانودجنازي د مراسمو په وخت چه د ترکي د امنيتي چا رواکو سره د نښتو په ترځ کښي وژل شوي وو را منځ ته شوي. د ګردستاندازادې د بازانو په نامه يوي ډلي په استانبول کښي د يوه بم مسوليت په غاړه واخيست .او د نوروبريدونو غږهم وکړ. له ١٩٨٤ کاله راپه دي خوا د کردي مبارزينو او د ترکي امنيتي حواکونو تر مينځ په اخ او ډب کښي تر ٣٧ زره انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړي ",په ترکیه کي په مظاهروکي درنه مرګ ژوبله رامنځته شوې 2202,," میرویس جلالزی دتايلند لومړي وزير ټاکسين شيناواترا پرون له خپلي څوکي څخه استعفا ورکړه. نوموړي دحکومت چاري خپل مرستيال چيچاي وانا ساتيدا ته وسپارلي. شينا واټرا د پارلماني ټا کنو وروسته په سلوکي د پنځوس رايو په گټلوسره ځان د پارلماني ټاکنو وړونکي اعلام کړي ؤ.چيچاي واناساتيدا به د تا يلند دپاچا له خوا د نوي لومړي وزير تر نومولو پوري د حکومت د چارو مشري په غاړه ولري . دشيناواترا مخالفينو دڅو مياشتو احتجاجونو په لړکي له هغه غوښتنه کوله چي له واک څخه ګوښه شي . هغه په تايلندکي دي سياسي کړکيچ دحل کيدو لپاره دا ټاکني له تاکل شوي وخت څخه دري کله مخکي اعلام کړي وې. د ه منلې وه چي لس ميليونو کسانوياخو رايه نه ده ورکړې او يايي هغو ګوندونو ته چې د بري چانس يي لږ وو رايه ورکړي ده ښايي د دې کارلامل به داوو، چي د اپوزيسيون دريولويو ګوندونو خلک په ټاکنوکي نه ګدون ته وربللي وو. په شيناواترا له واک نه دناوړې ګټه اخيستنې او اداري فساد تورونه لګيدلي وو. ",د تایلنډ لومړي وزیر له خپلي دندي استعفا ورکړه 2203,," هندی فلم جورونکو کشمیر ته مخه کرهد هند فلم جوړونکي بيرته د خپلي خوښي ځاي کشمير ته ور گرځي هندي کشمېر يو وخت د دغه هيواد د فلم جوړونکو لپاره ډير په زړه پوري ځاي وو.د بالي ووډ ډير ښه فلمونه لکه چاند ني (سپوږمي )و،سلسي(لړي )،کبي کبي (کله کله ).. ټول په نوموړي ځاي ګښي جوړ شوي دي. ",هندی فلم جورونکو کشمیر ته مخه کره 2204,,"   نن ١١:٣٠ بجې دهلمند ولایت په مرکز لښکرگاه کې  ځانمرگی برید ترسره شوی داسې ښکاري چې دځان وژونکي هدف دامریکایي ځواکونو تیریدونکی کاروان وه ځان وژونکی وژل شوی او ویل کیږي چې دوه امریکایي سرتیري ټپیان شوي. ",په هلمند کې ځانمرگی برید شوی. 2205,,"   وروستي راپورونه وایي چې دعراق پلازمینې بغداد شمال ته دشیعو په یوه مسجد کې دوو ځان وژونکو چې دښځو جامې یې په تن وې دځانمرگي برید له امله یې له ٥٠ زیات وژلي او ١٣٨ تنه نور یې ټپیان کړي. دعراق پولیس وایي دا په عراق کې دوهم ترټولو لویه چاودنه ده چې شیعگانو ته پکې په پراخه پیمانه مرگ ژوبله اوړي. ",دعراق په یوه مسجد کې دوه ځانمرگي بریدونه شوي. 2206,," ", 2207,," په ننګرهار کې د کرنې او مالداري ریاست په هلوځلو د چرګانو او الوتونکو د له منځه وړلو کار پیل شو. دغه شپږ میاشتنی کمپاین په کوټ، روداتو او خوګیاڼیو ولسوالیو کې پیل شوی او ټاکل شوېده نږدې ۲۶ زره چرګان او الوتونکي له منځه یوسي. د کرنې او مالدارۍ د چارواکو په وینا، دوی د کوترو، چرګانو، خړتومي چرګانو او مړزانو د له منځه وړو په بدل کې خلکو ته معاوضه هم ورکوي. ",په ننګرهار کې د چرګانو د له منځه وړلو کمپاین پیل شو 2208,,"   دفرانسې دولسمشر ژاک شیراک میرمن باندیت شیراک نن غرمه ددغه هیواد دبهرنیو چارو له وزیر سره یوځای کابل ته راغله. نوموړې به دمور اوماشوم په نوم دفرانسویانو دجوړشوي روغتون پرانیسته وکړي دا روغتون دعلي اباد له روغتون سره جوخت جوړ شوی دی. میرمن شیراک به په دغه دوه ورځني سفر کې له ولسمشر کرزي او دولسمشر له میرمن زینت کرزۍ سره هم وگوري. ",دفرانسې دولسمشر میرمن کابل ته نن راغله. 2209,اسدالله زمری,"  دلته هر څپک څپک ته ، د جنت ګوته په خوله ده  هلته کم دي یوی لویشت ته ، اووه واړه دوزخونه د خزان ښکلا ته دلته ، پسرلی په حسرت ګوری هلته ژمي کې غرق شوي د کلو کلو فصلونه سره دي غاړه په غاړه رنګ او بوی په مینه دلته  هلته کرکه کې دي نغښتی،سره رنګ دي که بویونه دلته ځمکه اسمان شنه دي،هوا شنه ده،اوبه شنې دې هلته سری چینی خوتیږي، اوری سره سره بارانونه د ماشین تور ښامار دلته نازوي د سارا کاڼي د انسان په ګوتو لوټ شول هلته سم سمسور باغونه دلته ژوند دی چې مستی کړي او خوټیږي هر ذره کې هلته هر څه ته ولاړ دي په قطار قطار مرګونه د ژړا مفهوم پردی دی، دلته ویر له خلکو هیر دی هلته مړه دي احساسات ټول فقط ساندی دي ویرونه دلته ستر ګې غړوم چې نو مې دا دعا تر زړه شي : د افغان له ملکه ورک کړی دغه ستونزی ، عذابونه  المان د لمبو کلی له ټولګۍ نه ", ساندې 2210,,"  د ناروې د اوسلو او تروندهایم په ښارونو کې د افغانانو د کلتوري ټولنو د غمرازۍ ګډ پېغامانالله و انا الیه راجعون په ډېره خواشینۍ سره مو خبر واخیست چې لوی پښتون سیاستوال، د ساپوهنې ډاکتر، پیاوړی لیکوال او شاعر ډاکتر کبیر ستوري ددې نیمګړې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.مونږ ددې خبر په اورېدو سره ډېر خواشینی شو، د نوموړیي مړینه د پښتنو د یووالي لپاره یوه لویه ضایعه ګڼو.مونږ خپله خواشینی او غمرازی د خداېچ بخښلی پاتې کسانو ته وړاندې کوو او په دې لوی غم کې ځانونه ددوۍ سره شریک ګڼو. کورنۍ ته یې جمیل صبر او ارواښاد ته د لوی خداې څخه د فردوس جنت غوښتنه کوو. روح دې یې ښاد وي.نظیف الرحمن سرشار او فضل الرحمن حمیدی ", د ناروې د افغانانو د کلتوري ټولنو د غمرازۍ ګډ پېغام 2211, محسن امين," سترګې مې خلاصي کړي، خپل سر نه مې بړستن لري کړه، په کټ کې نيغ کيناستم، مخ مې راتاوو کړ، د کټ ترڅنګ د وړوکي ميز سر نه مې د زنګ وړوکى ساعت را واخيست، ساعت ته مې وکتل، د شپې دوه بجي دي، ساعت مې بيرته کيښود، فکر مې وکړ چې ښه د تهجدو وخت دى، د کټ نه راپاڅيدم، د کوټې په منځ کې مې دوه ځلې د خوب ستومانتيا وويسته.د شپې په وخت کې سپوږمۍ ته کتل مې ډير خوښيدل، تشناب ته ننوتو نه مخکې کړکۍ خواته راغلم، پرده مې کش کړه، د ديد څار مې تورې فضا ته ور ځير کړ چې سپوږمۍ پکې پيداکړي، سپوږمۍ مې پيدا کړه چې ويده جهان ته يې کتلي او د هغه پهره يې کوله، شونډو مې ورته وړه موسکا وکړه او پرده مې خوشي کړه.پرده مې چې مخې ته ودريده، يو ناڅاپه ذهن ته مې څه راغله او زر مې بيرته په لاس پورته کړه، ګورم چې د مخامخ کور په دوهم پوړ کې يوه ښکلې پيغله د کړکۍ مخې ته ولاړه ده.ښايسته پيغلې سره لمن چې تر زنګنو پورې يې رارسيده اغوستي وه او نور ېې خپل سپين بدن همداسې لوڅ پريښى ړ، تورې زلفې يې په اوږو را پريښي وي، دې ځوانې نجلۍ لاندې سړک ته کتلي چې د يو موټر سره يو ځوان ولاړ ړ او پيغلې ته يې پورته کتل، پيغلې ورته په لاس اشاره وکړه چې پورته راوخيژه، ځوان ورته سر وخوځاوه او د کور دروازې باندې ورننوت.زما د کوټې نه د پيغلې ټوله کوټه ښکاريده، ځوانه نجلۍ په خپل پالنګ باندې د ځوان لپاره په انتظار کيناسته، څو شيبې وروسته ومې ليدل چې پيغله پاڅيده او د خپلې کوټې دروازه يې خلاصه کړه، ځوان لا کوټې ته نه ړ راننوتى چې پيغلې ځان ورته په غيږ کې واچوه او د هغه شونډې يې په خپلو سرو شونډو کې ونيولي.د ګوتو نه مې پرده خوشي شوه، ستونى مې تازه کړ، ساه مې واخيسته، ځان سره مېوويل :يا الله! دا څه حال روان دى، توبه يا الله توبهدا نجلۍ د دې ځوان ميرمن نه وه، ځکه چې تراوسه يې واده نه ړ کړى، هر سهار به په خپل موټر کې پوهنتون ته تلله، د پلار او مور يوه لور وه او ډيره پرې ګرانه وه، هر څنګه يې چې خوښه وه هغه ته به يې پريښوده.نن شپه ناوخته راغله چې دروازه د دې ځوان لپاره خلاصه پريږدي، پلار او مور يې په درانه خوب په بله کوټه کې ويده ول او دوي دواړو په دې کوټه کې د شيطان وصيت پرځاى کوه.علاوه د الله تعالى نه او ما نه، د بل چا په دوي باندې نظر نه ړ، ما ځان سره سوچ کوه: زه الله تعالى د تهجدو لپاره ويښ کړم او که د دوي خبيثې نندارې ته.په زړه کې مې وګرځيدل چې پوليسو ته ټيلفون وکړم او دوي باندې يې راخبر کړم، خو ما ويل ځه څه يې کوي، ته خپل تهجد وکړه.د اودس لپاره تشناب ته ننوتم، اودس نه وروسته جاى نماز مې هوار کړ، زړه کې مې بيا وګرځيدل چې راځه دا دواړه د دې کار نه ايسار کړه، دا خو د الله تعالى قهر دى، کړکۍ خواته راغلم پرده مې کش کړه، ګورم چې ځوان او پيغله لوڅ ځانونه ګډيدل او شيطان ورته ډول واهه، پرده مې بيرته خوشي کړه، انديښنې کې وم يو وار مې جاى نماز ته وکتل او بيا مې پردې ته، زړه نا زړه وم، کوم کار وکړم؟زه به دلته الله تعالى راضي کوم او هغوي به يې هلته ناراضه کوي، دا ولي؟له ځان سره مې وويل که هغوي هلته الله تعالى خفه کوي، نو زه يې دلته د هغوي پر ضد تر سهاره عبادت کوم، جاى نماز باندې ودريدم، لاسونه مې غوږونو ته پورته کول چې ځمکه او ديوالونه ورو ورو په خوځيدا شول، زه وويريدم ديوالونه او ځمکه په زوره زوره ولړزيدل، د خولې نه مې يو ناڅاپه په چيغه ووتل: هلئ... زلزله ده.........زلزله ده.........!!دروازې ته مې منډه کړه خو د تيزو لړزو له امله په ځمکه راغورځيدم، په ځان مې د دروند ديوال د راغورځيدو حس وکړ او د هميشه لپاره يې غلى کړم.ګورم چې روح مې د نورو زرګونو ارواحو سره په اسمان کې پورته خته او جسم مې ټوټې ټوټې په وران او ويجاړ شوي کور کې ورک ړ، پدې ارواحو کې څه بې ګناه ول او څه په ګناه اخته، بي ګناه ارواحو ويل کاشکې مو په ګناه اخته د ګناه نه ايسارولاى نو اوس به د دوي سره يوځاى پورته نه ختلو، ما هم ويل کاشکې مې هغه ځوان او پيغله د زنا بد عمل نه ايسار کړاى واي. ",ګناه 2212,," میرویس جلالزی د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وايي هيواد يي غواړي له افغانستان سره ديپلوماتيکي اړيکي پياوړي کړي نوموړي چه تيره اونۍ له افغانستان نه له ورغلو امريکايي ديپلوماتانو سره خبري کولي وويل افغانستان او پاکستان بايد له ژبنيو او مطبوعاتي شخړو نه په شاه شي . خورشيد محمود قصوري وويل د افغانستان او پاکستان تر منځ پولي له تيرو لسو کلو راپدي خواه نا ارامه شوي او بايد دا نا آرامي ختمي کړاي شي. ښاغلي قصوري په پاي کښي د امريکا افغانستان او پاکستان تر منځ دري اړخيزو اړيکو ته په اشاره وويل چه دا هيوادونه بايد نوري هم خپل هڅي سره ګړندي کړي. له دې مخکي د پاکستان ولسمشر افغان دولت په خاصه بيا جمهور ريس حامد کرزي په خپل هيواد کښئ په ناخبري تورن کړ خو د افغان دولت له خواه د دي وينا په وړاندي غبرګون ونښودل شو ", پاکستان غواړي له افغانستان سره اړيکي پياوړي کړي 2213,," میرویس جلالزی پاکستاني مطبوعاتو د جمعه په ورځ دا خبر خپور کړي ده . د پاکستان جيو خصوصي تلويزيون وايي چه د پاکستان د ملي محاسبه د دفتر چارواکي وايي ميرمن بوتو چه د پاکستان د خلکو د ګوند پخواني مشره او لمړه وزيره وه د صدام حسين د واکمني پر مهال يي له عراقي حکومت سره دوه مليونه ډالره مرسته کړي . ويل شوي دا مرسته د تيلو په بدل کښي د خوړو په پروګرام کښي تر سره شوي ده. ويل شوي کله چه ميرمن بوتو دا پيسي د صدام حکومت ته ورکړي نو نوموړي ١٥٠ مليونه ډالرو په ارزښت له عراق سره نفتي معامله تر سره کړي. بي نظير بوتو چه اوس په جلاوطني کښئ اوسي دوه نفتي شرکتونه په اسپانيا کښئ لري او د اسپانيا هيواد په دي اړه پلټني پيل کړي دي. ",بي نظير بوتو له صدام سره په همکاري تورنه شوه 2214,,"  میرویس جلالزی د هلمند د پوليسو مشر عبدالرحمان وويل پيښه د جمعه په ورځ وختي هغه وخت د هلمند د لشکرګاه په ښار کښي را منځ ته شوه چه يو ځانمرګي بريد کونکي د بريتانيايي سرتيرو د اډي څنګ ته ځان والوزاوه. ويل شوي په دي چاودنه کښي د بريتانيايي سرتيرو موټر وران شوي او په خپل بي هويت بريد کونکي له مينځه تللي ده. امريکايي او بريتانيايي سرتيرو تر اوسه د پيښي په اړه څه ندي ويلي خو قاري يوسف چه ځان د طالبانو وياند بولي د پيښي مسوليت يي پر غاړه اخيستي . د يادوني وړ ده چه هلمند د افغانستان يو له هغو ولايتونو ده چه په دي ورستيو کښي پکښي ٣٣٠٠ بريتانيوي سرتيري ځاي پر ځاي شوي او په دي ولايت کښي د افغانستان د هو يو بل ولايت په پرتله د مخدره ت وکو کاروبار زيات شوي . ",دوه انګليسي سرتيري په افغانستان کښي ټپيان شول 2215,," په هلمند کې افغان دولتى چاراکو منلې چې امريکايي ځواکونو د تيروتنې په نښه په نوزاد ولسوالى کې د يوې نيښتې په مهال ٨ تنه افغان دولتى پوليس ټپيان کړي دي. د هلمند د پوليسو مشر عبدالرحمن بينوا ته وويل دغه نيښتې نيم ساعت دوام وکړ . په نيښته کې د امريکايانو يو موټر هم زيانمن شوى دى .پېښه دچهار شنبې په شپه رامينځ ته شوې ده . ",امريکايانو ٨ تنه افغان پوليس ټپيان کړل 2216,," د هلمندپه  ګرشک ولسوالۍ کې د( پى ارټى) ولايتى بيارغاونې مرکز په نيم کيلومترى کې په هغه ځانمرګى بريد کې چې د جمعې په غرمه رامينځ ته شو ٢تنه فوځى او يوتن ولسى امريکايان وژل شوي دي. بم چونکى هم وژل شوى .د هلمند د پوليسو مشر بينوا ته وويل ځانمرګى غوښتل د چاديدونکو توکوموټرد پى ار ټى له موټرو سره وجنګوي .طالب اورپکو د پېښې مسوليت منلى دى. ويل شوي ولسى وژل شوي امريکايي د دانيوګ له موسسې سره کار کوو. ",٣ تنه امريکايان هلمند کې ټپيان شوي 2217,," دهرات ښار انصارى واټ کې نن سهار د ٩ بجو په شاو خوا کې درنده چاودنه شوې ، چې د مرګ او ژوبلې په اړوند يې لا تراوسه دقيق او پوره مالومات نه شته يوازې عينى شاهدان د ٤ تنو دوژل کيدو د سترګو ليدلى حال وايي. د پېښې په لومړيو شيبو کې يو شمير عينى شاهدانو بينوا ته وويل ، چې دا يو ځانمرګى بريد وو ، چې په يو لنډ کروزموټر کې د ايتاليا د پى ار ټى مرکز ته نيږدې رامينځ ته شوه او د پى ار ټى د يو موټر په ګډون ٦ موټر په کې له مينځه تللى دى. شاهدانويو شمير ټپيان ليدلى چې روغتون ته ليږدول شوى . دهرات د روغتون يو ډاکتر بينوا ته وويل د ٢ ميرمنو يو دولتى عسکر په ګډون ٩ تنه ټپيان روغتون ته رسيدلى چې يو تن په کې مړ شوى او د ٢ نورو ټپونه هم ژور او د اندېښنې وړ بلل شوي دي. دطالب اورپکو يو وياند قارى يوسف ويلى چې دغه بريد د دوى د يو تن پلوى طالب له لوري چې عبدالرحيم نوميده ترسره شوى دى. دولتې چارواکى تر دم ګړى په دې اړوند چوپه خوله دي او د پوليسو مشر بينوا ته وويل چې له پلټنو وروسته به په دې هکله خبرى ناستې ته وينا وکړي. هرات والى سيد حسين انوري وروسته بينوا ته وويل چې د ځانمرګى په ګډون ٤تنه مړه او ٧ تنه ټپيان شوي دي . ",هرات کې ځانمرګى بريد شوي دي . 2218,," تيره شپه د خوست ولايت د اسمعيل خيلو په ولسوالى کې د محمد صديق روهى په ليسه ٧ توغندي ويشتل شوي دي ، چې مرګ او ژبله نه لري يوازې د ليسې ودانۍ ته يې زيان رسولى دى او د درسى ټولګيو هيندارې ماتې شوي دي . د پېښې پړه تر دم ګړم چا په غاړه نه ده اخيستې اود سيمې ځايي اسيدونکى وايي که دولت يې د ساتنې توان نه لري دوى به ورته (اربکى)وټاکى چې د ليسې ساتنه وکړي . ",د خوست په يوه ليسه د توغنديو بريد شوي دي. 2219,," تيره شپه ناپيږانده کسانو د پکتيکا په شرنه کې د نجونو د ښوونځى خيمې سوځولى او دګيان و لسوالى د لارې په اوږدو کې د سپرليو يو موټر په ماين ختلى چې د چاودنې له امله يې ٣ تنه عام وګړى ژوبل شوي دي.همداشان د شمالى وزيرستان پولې ته نږدې د برمل ولسوالى کې نن سهار ناپيږانده کسانو د حکومت يو تن پلوى قومى مشر ملک جهانګير په ډزو وژلى دى .د نوموړ پېښو پړه چا نه ده منلې او نه يې په اړوند څوک نيول شوي دي. ",په پکتيکا کې مرګ او ژوبله 2220,احمد فؤاد لامع_کابل,"   د تورتمونو څپې ماتې شولې تقدير له سره خپلې لوبې پيل کړې زه د تيارو په منځ کې ورک شوم لکه ووړ کوچنی نه کومه لاره، نه د هيلې وړانګه په هره پوله د تيارې بلاربې بچي زيږوي بری پيری شو، ايتونه شوم زه خو دا زغملی نشم! زه به له سره د تيارو ښامار و جنګ ته ولاړ شم زه به يې پوه کړم چې انسان يمه زه تقدير به زما ډغرې بيا وګوري خو که مې مټ ته څه تاويز وليکې او څاښت د مينې راکړې ماته به نوې دريڅې د هيلو پرانيزې ته زه به له هغو دريڅو څخه لمن ډکه کړم او د بزګر په شان به يې وشيندم پر تورو خاورو تر څو رڼا غوندې راوټوکيږي او دا تورتم موجونه د ژوندانه پر ډګر ماته وکړي   ",ډغــرې 2221,," د پاکستان د مذهبى چارووز ير اعجازالحق ويلى د پاکستان دولت اوس مهال ١٠ زره دينى مدرسې ثبت کړى ، چې دا لړۍ دوام لري. ده وويل ترهګرى کړنو ته په مدرسو کې اجازه نه شته که چيرې ترسترګو شي ،وبه تړل شي .لږ تر لږ ١ ميليون او ٤٠٠ ره زده کونکى په ١٢ زرو دينى مدرسو کې زده کړې کوي او ټول ټال د ١٨ څخه تر ٢٠ زرو دينى مدرسې په دغه هېواد کې شته چې ١٤٠٠ بهرنيان هم په کې ز ده کړې کوي. ",١٠ زره دينى مدرسې د پاکستان دولت ثبت کړي 2222,رحیم گل څاروان," دا لیکنه هغه مهال چې دلسم ټولگي زده کونکی وم لیکلې مې وه تیره ورځ دښوونځي کتابونه مې لټول نو دا لیکنه مې دکتابونو په منځ کې پیدا کړه دا اوس هم حالاتو سره برابره را ته ښکاري. شور، زوږ، ترنم او دنښترو، چنارونو په سر ناستې مرغۍ، درودونو، رغونو او غرونو ترمنځ ښکلي او زړه راښکونکي ږغونه او نغمې، په گلبڼو کې دچنچڼو نازدانه خبرې او په کرشمو کتل، دبلبلانو سندرې او په څانگو کې دپاڼو چکچکې، څه سپرلې، څه وږمې، څه گلابونه، څه نرگس دنارنج غوړېدلي او مسکي شوي گلان، دسنځلو په بوی ښکلې شوې فضا، تکې شنې ورشو په ټولو گرځیدلې مرغۍ. دابشارو سازو ته نڅیدلې مرغۍ، ازادې مرغۍ خوشحالې مرغۍ، دنښترو چنارونو په سرونو څومره ښکلې ځالې، لیکه لیکه زاڼې څومره هسکې الوتلې.  ""اخ"" دژوند دتراژیدۍ څپه پرې راغله.  مرغۍ یې وځپلې اوتر اوترې شولې، دسور ښکاري په دام کې پریوتلې ځاله او کوډله یې ویجاړه شوله هغه نښتر او گلبڼونه چې دوی پرې خوښ وه هغه په لمبو وسوزیده، مستې مرغۍ بې سېکه شولې او لا ځینو یې داجل په لاره پل کېښودو، ځینې پاتې شولې.  خوشحاله مرغۍ خفه خفه دي، بلبلان ویرونه کوي، پاڼې خزان وهلي چمنونه، گلبڼونه او گلکڅونه لمبه لمبه شول، ناتارځپلې مرغۍ لاړلې پردي دیار کې تم شولې. دنهیلیو بارانونه پرې ووریده. هورې مهاجرې شولې، هورې په نه رسا ژوند واوښتلې. په سباوون مهال گلبڼ یادوي هورې کوربه مرغۍ تانې ورکوي او په وار وار ورته دا وایي تاسې کابلیانې یۍ ستاسو دکابل څومره ډېر اوکوب او پرتم و، مونږ ټپوسان او تور کارغان ستاسو کابلي مرغانونه څومره په ویره کې وو ان تردې چې په ځاله کې مونږ ستاسو دپرتم کیسې کولې. ستاسو نشه نوره لاړله ماته شوله هغه لوړ لوړ الوت مو نور را ټیټ شولو له تاسو نور نه ویریږو اوس وار زمونږ دی راشئ مزدوران مو شئ دځالو او کوډلو نوکري مو وکړئ. دا تانې زمونږ مرغانو ته ټپوسان ورکوي زمونږ ښکلي مرغان، ښکلي زاڼې،  وړې چینچڼې او مست بلبلان دغمونو او او تراژیدیو بړبوکۍ دکارغي کلي ته وروستل اوس دکارغي په کلي کې دبې پتۍ، سرکوزۍ اوبې غیرتۍ ژوند تیروي.   ",مهاجرې مرغۍ 2223,," دز ابل ولايت د پوليسو مشر بينوا ته وويل طالب اورپکو تيره شپه ددغه ولايت کابل -کندهار د لويې لار په اوږدو کې د شاجوى په سيمه کې دوو موټرو ته چې د سوداګرو توکى يې ليږدول اور اچولى دى . دى وايى چلونکو ته په کې زيان نه دى رسيدلى .د طالب اورپکو يو وياند ويلى ، موټرو ائيتلافى ځواکونو ته د اړتيا وړ توکى ليږدول . ",د کابل -کندهار په لويه لار کې ٢ موټر سوځول شوي 2224,,"   نن ولسمشر کرزي دفرانسې دولسمشر میرمنې باندیټ شیراک سره یوځای په کابل کې دعلي اباد روغتون چې دفرانسویانو له لورې رغول شوی پرانیست ولسمشر په خپلو خبرو کې له فرانسې مننه وکړه او ددې روغتون جوړونه یې دهیواد په بیارغونه کې ستر گام وباله. میرمن شیراک هم خبرې وکړې او له افغانستان سره یې دلا زیاتو مرستو ژمنه تازه کړه. ددې روغتون مشري او اداره داسماعلیه ډلې مشر اغا خان ته وسپارل شوه. ", دعلي اباد روغتون پرانیسته وشوه. 2225,," پاکستانى چارواکو پرون ناوخته د تورخم په پوله د ننګرهار ولايت ځايي چارواکو ته د يوې نجلۍ په ګډون ١٧ تنه افغان ماشومان چې عمرونه يې تر ١٧ کلونو کم وو،وسپارل .افغان ماشومانو د پاکستان د امنيتى چاراواکو له بد او ناوړه چلند څخه سر ټکوو. ټولو په يوه خوله ويل چې دمزدورى اوغريبى په موخه هغه هېواد ته تللى وو ،چې له نيول کيدو وروسته پوليسو له دوى سره زورياتى کړى او ددوى له وهلو او ډبولوڅخه يې ډډه نه کوله. نوموړى افغان ماشومان ٦ مياشتې د پاکستان په جيلونو کې پراته وو.دغه ماشومان د کاپيسا، تخار، ننګرهار او لغمان اوسيدونکى دى چې دا مهال په جلال اباد کې تر درملنې لاندې دي . ",دافغان ماشومانوسره دپاکستانى چارواکو زورزياتى 2226,," په افغانستان کې د ايساف د خپرونو څانګې ويلى چې د ناتو يو لوړ پوړى پلاوى به دافغان دولتى چارواکو، ملګرو ملتونو اوپه هرات ، کندهار او غور کې د پى ار ټى له مرکزونو څخه ليدنه وکړى او دافغانستان جنوب ته به د ناتو د ځواکونو د غزيدو او پراختيا مسئله وارزوي . اوس مهال د ناتو ٢٦ غړى او ١١ ناغړى هېوادونه د افغانستان په ١١ ولايتونو کې لږ تر لږ ١١ زره عسکر لري او ٦٠٠ نور ځواکونه به په جنوبى سيمو کې ځاى پر ځاى کړي . ",د ناتو لوړ پوړى پلاوى دافغانستان په کتنه بوخت دى 2227,سيد جان کارواني," د غمرازۍ او تسليت پيغام په ډېره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې په پښتو مين، ستر ليکوال، پياوړې شاعر او  تجربه کار سياستوال ارواښاد ډاکټر کبير ستوري  له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې. انا لله و انا اليه راجعون  د پښتو ژبې د ادب او د خپل اولس د يووالي لپاره  د ډاکټر کبير ستوري ، نه ستړي کيدونکې هڅي او خدمتونه د افغان  ولس لپاره نه هېرېدونکي دي. د ارواښاد ډاکټر کبير ستوري مړينه د افغان ولس لپاره يوه ستره ضايعه ده.  په برتانيه کې د اوسيدونکو افغانانو ټولنه خپل ځان د ټولو افغانانو سره په دې غم کې شريک ګڼي. مونږ خپله خواشيني او غمرازي  ټولو افغانانو ته او به ځانګړي توګه د خدای بخښلې پاتې کسانو ته وړاندې کوو. کورنۍ ته يي جميل صبر او زغم غواړو او ارواښاد ته له لوی او بخښونکي څښتن څخه د فردوس جنت هيله کوو. روح دې يي ښاد وي سيد جان کارواني، د ټولنې مشر احمد حسين عنايت، د ټولنې د فرهنګي چارو مسؤل   ",لندن : په برتانيه کې د اوسېدونکو افغانانو د ټولنې لخوا 2228,خسرو," په پښتو ژبه کې د خپل ډول لومړنۍ تاريخي څېړنه، د افغانستان د تاريخي جغرافيې څرنګوالی، د هېواد د  وتلي تاريخپوه او څېړونکي  محترم پوهاند محمد حسن کاکړ په سريزه او د نامتو ليکوال محترم شهسوار سنګروال په تاليف خپورشو٠ دا کتاب چې ٩٩ نړيوال او سيمه ايز ماخذونه لري، په ٤٦٠ مخونو کې د افغانستان تاريخي جغرافيه په علمي او هر اړخيزه توګه تشرېح کوي٠ ",(د افغانستان د تاريخي جغرافيې څرنګوالی) چاپ شو 2229,افغان فرهنګپاله ټولنه - ډنمارک,"  په ډېرې خواشينۍ سره موخبر ترلاسه کړ چې نامتوافغان ساپوه،ويناوال ،ليکوال اوسياستوال دوکتورکبيرستوري ،په پردېسۍ کې خپله سا دابدي پردېس استازي ته وسپارله،اروادې يې ښاده او جنتونه دې يې په برخه وي٠ ارواښادکبيرستوري،په وينا اوعمل دواړوکې دلوی افغانيت ،سياسي خپلواکۍ،ټولنيزنياو،دلوی پښتني ټولنې درامنځته کېدنې اودهغې دهوساېنې اوبسېاېنې دسترانساني ارمان لپاره،ستړيانه منونکې اوقدر وړخدمتونه ترسره کړي دي افغان فرهنګپاله ټولنه دنوموړي مړينه دهيواداوسيمې دسياسي -کولتوري بهيرلپاره ستره تشه ګني ،ځان دهغه دکورنۍ ،دوستانواوهمفکرانوسره دهغه دمړينې په غم کې شريک ګڼي٠اويوځل بيادهغه لپاره دلوی څښتن له درباره دبښنې اوجنت غوښتنه کوي٠   افغان فرهنګپالې ټولنې مشرتابه جرګه ګۍ اغوس -ډنمارک د٢٠٠٦م زکال,داپريل٥مه ",ډنمارک : دافغان فرهنګپالې ټولنې دخواشينۍپيغام 2230,,"   دائتلافي ځواکونوخبرپاڼه کاږي چې دغو ځواکونو دافغان ملي اردو په ملتیا نن دکندهار دمیوند په ولسوالۍ کې درې طالب جنگیالي دعملیاتو په ترڅ کې نیولي خو خبرپاڼه دا نه وايي ائتلافي ځواکونو ته مرگ ژوبله اوښتې او که نه؟ دا ئتلاف ځواکونه وایي دهیواد په سویل کې یې دطالبانو پر وړاندې قوي عملیات پیل کړي دوی وایي دطالبانو ریښې به باسو خو طالبان بیا وایي ائتلافي ځواکونه به په کراره خوب ته پرېنږدي. ",ائتلافي ځواکونو درې طالبان په کندهار کې نیولي. 2231,احمد رشاد احمدزی," څه مو شو وطن هغه چي ډک ؤ له زلميانو جوړ شوي له ګلشن نه هديره د شهيدانو   تير شوه پری ظلمونه وحشتونه تهديدونه پيل شوی يوه لوبه وه له خوا د ظالمانو   خاوره شو وطن هغه چی سر ؤ په ملکو نو کي پاتی شوی دي بچيان ټول په څير دمعلولانو   نه می شته ابا نه د پلار مينه راته کړې چا ځکه می اوس شعر لری پيغام د يتيمانو ",څه مو شو وطن 2232,اسدالله زمری," دلته هر څپک څپک ته ، د جنت ګوته په خوله ده هلته کم دي یوې لویشت ته ، اووه واړه دوزخونه   د خزان ښکلا ته دلته ، پسرلی په حسرت ګوري هلته ژمي کې غرق شوي د کلو کلو فصلونه   سره  دي غاړه په غاړه رنګ او بوی په مینه دلته هلته کرکه کې دي نغښتي،سره رنګ دي که بویونه   دلته ځمکه اسمان شنه دي،هوا شنه ده،اوبه شنې دې هلته سرې چینې خوټیږي، اوري سره سره بارانونه   د ماشین تور ښامار دلته نازوي د سارا کاڼي د انسان په ګوتو لوټ شول هلته سم سمسور باغونه   دلته ژوند دی چې مستي کړي او خوټیږي هر ذره کې هلته هر څه ته ولاړ دي  په قطار قطار مرګونه   د ژړا مفهوم پردی دی، دلته ویر له خلکو هیر دی هلته مړه دي احساسات ټول فقط ساندی دي ویرونه   دلته ستر ګې غړوم چې نو مې دا دعا تر زړه شي : د افغان له ملکه ورک کړی دغه ستونزی ، عذابونه المان د لمبو کلی له ټولګۍ نه ",ساندې 2233,افغاني کلتوري ټولنه - هالنډ," په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني د خواشینۍ پیغام د ۲۰۰۶ کال د اپریل ۷ يوه بل خواشینوونکي خبر مو زړونه ودردول . خبر شوو چي د هیواد یو بل افغان بچی ارواپوه، لیکوال او شاعرډاکټر کبیر ستوري د تل لپاره  له دې نیمګړی دونیا  وکوچید. لوی څښتن دي یې جنتونه په برخه کړي . ارواښاد ستوری د پښتون قام او ټول افغان اولس ته د خدمت کولو هیلي له ځان سره یوړې .موږ په داسي حال کي چي دد تیرو هلوځلو ته په درنه سترګه ګورو، نوموړي ته د جنتونو او د اروا د ښادۍ دوعا کوو او کورنۍ ته یې جمیل صبر غواړو.   په درنښت افغاني کلتوري ټولنه / هالنډ ",په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني د خواشینۍ پیغام 2234,غمخور," له نن څخه پوره پنځه کاله پخواپه سويډن کې دنوې هيلې خپرونې لومړۍ گڼه له چاپه راووتل . داچي دغې خپرونې به دهيواد  نه بهر افغاني چاپيريال په مطبوعاتې نړۍ کې کوم ځاي لرلۍ وې قضاوت په تاسو درنو لوستونکواو قلمې همکارانو پورې اړه لري . په پام کښې ده چې داپريل په 29نيټه ددغې نشريې فوق العاده گڼه خپره شې ، ستاسو درنو دوستانو څخه هيله کوم خپل اندونه ،نيوکې ، وړانديزونه او پيرزوينې پر موږ ولوروۍ ،او موږ ته  يې د برېښنا ليک په مټ راولېږۍ . زموږ برېښنا ليک :ghamkhor@hotmail.com   nawey_hilla@hotmail.com ستاسودلابرياو په هيله  غمخور   ",(نوې هيله ) پنځه کلنه کېږي 2235,محمدانعام واک,"   د پښتانه ليکوال ، څېړونکي اوسياستوال ارواښاد ډاکټر کبير ستوري د مړني له کبله هغه ارواښاد ته د لوی خدای له درباره جنتونه او دهغوی کورنۍ او ملګرو ته د زړه صبر غواړم . انجنير محمدانعام واک د واک فونډېشن مشر ناروې ",ناروې : د واک فونډېشن دغمرازۍ پيغام 2236,ع . پښتونځار," ع . پښتونځار ميدان ښار، دګهيځ ۱۱ بجې، ۱۵ حمل -۱۳۸۵: ميدان وردګوولايت كې دولايتي شورا غونډه وشوه. غونډه د ميدان وردګو ولايت د والي ښاغلي عبد الجبار `نعيمي` تر مشرۍ لاندې له ايجنډې سره سمه په داسې حال كې چې د شورا ټول غړي چې شميره يي نهو تنو ته رسيده شته ول؛ پيل شوه. د قران كريم له تلاوت نه وروسته ښاغلي عبدالجبار`نعيمي` د تېر يوه كال پر راپور ، او هغه پلان چې د راتلونكي كال لپاره جوړ شوى و، خبرې و كړې. همداسې دوى د معارف ،زراعت ،صحت او پرنورو هغو مسايلو باندې چې ولس ورته اړتيا لري بحث و شو. په غونډه كې نور هغه مسايل چې د ولس او دولت ترمنځ فاصله ايجادوي او يا د امنيت په اړه ستونزي را منځ ته كوي وڅېړل شول. پر دغه مهال ښاغلي عبدالجبار نعميمي وويل:` په دي ولايت كي بايد د باز سازۍ،امنيت او د ښې ورورۍ فضا ايجاد شي ، تر اوسه په دې اړ ه هڅې شويدي چې د هلو ځلو په نتيجه كې يو كال كې، دادى د ميدان وردګو ولايت ولس ټول خوښ دى، او دغو لاسته راوړنو ته د قدر په سترګه ګوري` نوموړي د ولايتي شورا څخه وغوښتل چه هغوى د ولس منتخب نماينده ګان دي، كوښښ بايد وكړي چې د ولس مشكلاتو ته د حل لاري چاري ولټوي او هغه پلان چه دراتلونكي كال لپاره جوړ شوى تطبيق كړي. د ولايتي شوراغړيو ته ښاغلي والي د تر كيي د PRT راتګ او په ميدانوردګو كې د ګمرګ جوړول ،د زراعت رغونه،د ميدان ښار او د باميانو د سړك پروژه، په ميدان ښار كي د عدلي او قضايي نوي سيستم او د هغه د تجهيزاتو لپاره نوي پر مختګ په اړه خبر وركړ ، په دې اړه ېې وويل چې دا ټولې هغه پروژي دي، چه په اړه يي په تېر يو كال كي هلي ځلي شوي وې او په ډېر كړاو سره ېې منظورۍ تر لاسه شويدي. نوموړې پروژي بايد له ولس سره شريكي كړي شي، او ولس ته دې، ديادوشويو پروژو دارزښت په اړه معلومات وركړل شي. همدا رنګه د ميدان وردګو والي ښاغلي نعيمي د امنيت په برخه كي د ولس همكارۍ ته اشاره وكړه او وې ويل:` ولس بايد د ورورۍ فضا د ټينګښت په اړه هڅې وكړي ، چې ټول ولس يو پر بل دخپل ځان ګومان وكړي، او په ډاډينې سره ژوند وكړي `` دښاغلي والي له وينا وروسته دولايتي شورا مشر ښاغلي حضرت جانان په خپلې ځوابيه وينا كې دښا غلي نعيمي پر لاسته راوړنو او راتلونكي پلان خوښي څرګنده كړه او وي ويل:` زه د ميدان وردګو ولايت د مقام سره همكاري لرم او په راتلونكي كې هر ډول همكارۍ ته تيار يم.دتركيې اسلامي هېوادPRT يا بيا رغونې ډلې راتګ ميدان وردګو ته نوى زيرى بولم.د لويو لويو پروژو راوړنو په اړه د ښاغلي والي صاحب هلې ځلې د قدر وړ ګڼم. دولس په نماينده ګۍ مباركي ورته وايم....تر اوسه مې د ولس په منځ كې د دولت په اړه ښه روحيه ايجاد كړې.`` همدغسې نورو ګډونوالو ډاډ وركړ چه هغوۍ د ولايتي چار واكو سره هر ډول همكارۍ ته چمتو دي.د ښاغلي والي د شپې او ورځې پرمختيايي هڅې  ولس ته رسوي او هغو ى ددولتي چارواكو مرستې ته رابولي. له دې سره ولايتي شورا په هرې پرانستې اونوې چارې كې دګډون په اړه ځيني وړانديزونه لرل. په دې حكله پرېكړه و شوه، چې په هرې نوې چارې او پرانستي كي به د هغوي يو نماينده هلته وي، تر څو د ولس په منځ كي دولايتي شورا فعاليت څرګند ،محبوبيت زيات او د ولايتي چار واكو سره په ګډه باندي هره چاره تر سره شي .همدارنګه تصميم و نيول شو. چې په ټو لو ولسواليو كي بايد له ولس سره جلسي وشي او د ولس لپاره شوي خدمتونه له ولس سره شريك كړى شي، چې ولس ته ډاډ ور كړل شي چې ولايتي اداره دخلګو دستونزو حل كوونكې اداره ده. له دې غونډې پرته ښاغلي عبد الجبار نعيمي د ميدان وردګو ولايت له ديني عالمانو سره وليدل د اسلام په سپيڅلي دين كي ېې د عالم پر مقام رڼا واچوله، دهغه پر دندو ېې خبرې وكړې. ښاغلي نعيمي عالمانو ته وويل چې دهغوى عزت او احترام كول له اوليتونوڅخه شمېري او ددوۍ د احترام او عزت د ساتلو په ليار كي هر ډول هڅې كړي. له دي سره علماې كرامو د ښاغلي نعيمي سره د هر ډول مرستو ژمنه وكړه. او په ميدان وردګوولايت كې ېې دښاغلي نعيمي روانې چارې دستاينې وړ وګڼلې. ",د ميدان وردګو په ولايت كي د ولايتي شورا غونډه وشوه 2237,ع . پښتونځار," ع . پښتونځار  ميدانښار ۱۶حمل: نن ميدان وردګوولايت كې يو توغندى او،ورسره يو دپرسونل ضد ماين چې توغندي ته د ورتلو په ليار كې ايښودل شوي وو، دميدان وردګوولايت دامنيتي چارواكو له خوا وموندل او شنډ كړى شول. د ميدا ورګوولايت دملي امنيت درئيس ښاغلي ذكريا خان له خولې نوموړي چاودېدونكي توكي دميدانښار جنوب ته د چغرې په غره دميدان وردګوولايت دپلازمېنې دويشتو په خاطر ځاى پر ځاى شوي،وو. چې دامنيتي ځواكونو له خوا وموندل او شنډ كړى شول.  پټه دې نه وي چې د روان كال دلومړۍ مياشتې په لومړۍ نېټه هم دميدان وردګوولايت دپلازمېنې دويشتو په خاطر ۶ توغندي ځاى پر ځاى شوي وو، چې پنځه ېې توغول شوي او يو ېې له توغېدو، وړاندې وموندل او شنډ كړى شو . همدارنګه له دغې وړاندې هم په ميدانوردګوكې دوه توغندي د ولس په مرسته دامنيتي ځواكونو له خوا، له موندلو وروسته خونثا كړى شوي وو.  ",د وردګو پلازمېنې ته ايښودل شوى توغندى شنډ شو 2238,," دشنبه په ورځ له غرمې مخکې مالیې وزارت ته نوماند وزیر پوهاند انوارالحق احدي داستازو دپوښتنو دځوابولو او ولسي جرگې ته دځان پیژندلو ترڅنگ دکاري پلان په اړه هم وغږید لومړی په پارلماني چارو کې وزیر فاروق وردک دښاغلي احدي ژوندلیک ولوست ورپسې له ښاغلي احدي نه استازو دمامورینو ددمعاشونو دلوړولو او دامالیو داخستلو باب وشوې احدي داستازو ته وویل چې دمامورینو معاشونه په پام کې لري چې لوړ شي خو داداري اصلاحاتو غوښتنه یې هم وکړه. له غرمې وروسته وار پوهنې وزارت ته دنوماند وزیر حنیف اتمر وه دپارلماني چارو وزیر یې ژوند لیک ولوست بیا داستازو تر پوښتنو لاندې راغی ډیری پوښتنې ترې دښوونکو دمعاشونو دلوړولو په اړه وې او دغه راز دنصاب جوړونې په اړه هم ترې استازو وپوښتل ښاغلي اتمر وویل:""دباور رایه راکړئ او حساب رانه هر وخت وغواړئ"".  ښاغلي اتمر وویل که ولسي جرگه ورته دباور رایه ورکړي نو دمامورینو دمعاشونو دښوونکو دروزنې دښوونځیو جوړونې ته به جدي پاملرنه کوي. اتمر پخوا دکلیو پراختیا وزیر وه چې په کابینه کې اتل بلل کیده. ",ښاغلي احدي او اتمر ولسي جرگې ته ځانونه وروپیژندل 2239,,"   دشنبې په ورځ دولسي جرگې دناستې په ترڅ کې چې دښوونې او روزنې وزارت ته دنوماند وزیر حنیف اتمر نه استازو پوښتنې کولې له فراه څخه ولسي جرگې ته راغلې استازې ملالۍ جویا دولسي جرگې له مشر محمد یونس قانوني نه وپوښتل چې کله دی دپوهنې وزیر وه نو ٢٥ ملیونه ډالره یې پټې کړي. قانوني په ځواب کې ورته وویل که نن، سبا، کال او ان لس کاله وروسته یو سند څوک ورته داسې وړاندې کړي چې ده هغه مهال چې دپوهنې وزیر وه ٢٥ ملیونه نه که ٢٥ ډالره هم غلا کړي وي که دی ژوندی وه نو ځواب یې پخپله په محکمه کې وایي او که نه وه ژوندی نو له اولادونو نه دې حساب واخلي. قانوني وویل یو وار دوطندار اوونیزې دا مطلب خپور کړی وه چې قانوني ٢٥ ملیونه ډالره پټ کړي خو همدغې اوونیزې پر سبا په خپله گڼه کې کاږلي وه چې دا خبر غلط وه نوموړي وویل چې پدې اړه پلټنه کوي. قانوني وایي یو لړ ډلې منځته راغلي چې هڅه کوي ملي شخصیتونه بدنام کړي او دا دزما په اړه دروغجنه سیاسي توطیه وه. قانوني وویل چې که اتمر وزیر شي نو سر له همدا اوس نه دنده ورسپاري چې دپوهنې وزارت هغه مهال چې دی یې وزیر وه وارزوي او که کله یې هم دغلا معلومات ترلاسه کړل نو ولسي جرگې ته دې وړاندې کړي. دملالۍ جویا ددې پوښتنې له امله یو شمیر استازي په عصه شول او ملالۍ جویا یې دپردیو غلامه وبلله چې تل دولسي جرگې له ناستو ناسوب وي او باید له پارلمانه وویستل شي خو قانوني وویل چې دا شخصي پوښتنه وه او ما خپل ځواب ورته وویل. ",قانوني: ما ٢٥ ملیونه ډالر ندي پټ کړي. 2240,,"  په رارسیدلو راپورونو کې ویل کیږي چې نن سهار دکندهار په ښار کې چاودنه شوې چې له امله یې له لسو زیات ټپیا ن کړي امنیتي سرتیري او عام وگړي په ټپیانو کې راځي خو دوژل کیدو په اړه لا څه جزئیات نشته او نه هم څرگنده ده چې کوم ډول چاودنه وه. د کندهار ښار يوه اوسېدونکي فيض الله اغا بېنوا ته وويل چي چاودنه تر هغه وروسته رامنځته شوه کله چي ځانوژونکي لمړی پر پوليسو باندي ډزي وکړې ، کله چي پوليسو ددې سړي د نيولو تکل وکړ بريد کوونکي له ځانه سره چاودېدونکي توکي وچاودول . فيض الله اغاوويل چي بريد کوونکی چي په وسله سمبال و د کندهار د دې خوجې په سيمه کي پرپوليسو ترډزو کولو وروسته وچاودېد . څرنګه چي په کندهار کي د افغان بيسيم او روشن موبايل ټيلفونونو هم کار پرېښی دی ، تر دې دمه د مړو او ژوبل شويو کسانو په اړه دقيق مالومات نه شي ترلاسه کېدلای . ",دکندهار په خوجک بابا کې ځانمرګی بريد وشو 2241,," د بريتانيا د لومړى وزير تونى بلر ميرمن شيرى بلر نن کابل ته راورسيده او ټاکل شوې ده په خپل درى ورځنى سفر کې له افغان دولتى چاراکو او يو شمير افغان ميرمنو سره کتنې او ليدنې تر سره کړي . افغان ولسمشر حامد کرزى له ميرمن بلر سره وکتل او دنوموړى راتګ يې افغانستان ته له افغان ميرمنو څخه ملاتړ وباله . نوموړى د افغان ميرمنو له فعاليت څخه ملاتړ وښود. له دې وړاندې د فرانسې د ولسمشر شيراک ميرمن کابل ته راغلې وه او د يو روغتون پرانيستنه يې کړه . ",د تونى بلر ميرمن کابل ته راغله . 2242,," افغان ولسمشر حامد کرزي چې د کابينې يو شمير سرپرست وزيران ، سلاکاران ، سوداګراو مطبوعاتى ډله يې ملګرتيا کوي د يو رسمى سفر په موخه نن د هند په لور روان شو . د سفر په ترځ کې به د لوړو زدو کړو، کليو د پراختيا او روغتيا په اړوند تړون ليکونه لاس ليک ، او د اندرا ګاندى د سولې جايزه به تر لاسه کړي . له يو شمير سوداګرو سره به هم وګورى او هغوىبه دې ته وهڅوى تر څو په افغانستان کې پانګه واچوي او د هندوستان له لومړى وزير او نورو لوړپوړو چارواکو سره به وګوري . دا څلورم سفر دى چې کرزي هند ته کوي . حامد کرزي خپلې لوړې زده کړې د هند د شملې په پوهنتون کې تر سره کړې دي. ",افغان ولسمشر د هند په لور لاړ . 2243, عزيزالله حبيبي,"  رسني او د رسنيو کارکونکي د نويو ستونزو سره مخ کيږي او دغه ستونزي لا هم پسي پراخيږي، چي بيلګه په توګه په نيره مياشت کي د خبريالانو د وهلو ټکولو ، تحقير، تهديد او په بنديخانه ته اچولو او د رسنيو د جريمه کولو نوم اخيستلاي شو. ني د افغانستان د آزادو رسنيو ملاتړي د رسنیو څار  عزيزالله حبيبي د رسنيو څارونکي او څيړونکي: رسني او د رسنيو کارکونکي د نويو ستونزو سره مخ کيږي او دغه ستونزي لا هم پسي پراخيږي، چي بيلګه په توګه په نيره مياشت کي د خبريالانو د وهلو ټکولو ، تحقير، تهديد او په بنديخانه ته اچولو او د رسنيو د جريمه کولو نوم اخيستلاي شو.  د افغان شخصي تلويزيون د بربنډه تصويرونو د خپرولو په تور ٧٠٠٠٠ افغاني جريمه کړاي سو.  د ولسمشر د دفتر د رئيس صلاح کار چي په عين حال کښي ئي په طلوع تلويزيون کښي کار کاوه په خپل رسمي کار کي د ستونزو سره مخ شو.  د نارج مياشتني مديرمسئول بي له دي نه چي کوم تور باندي ولګيږي ٢٣ ورځي ئي په بندي خانه کښي تيري کړي.  د ننګرهار ولايت د خوګيانيو يه ولسوالي کي د ملي تلويزيون آنټن په يوه چاودنه کي ړنګ کړاي سو.  د هرات ولايت د ورستيو ګډوډيو په ترځ کي خبريالان وهل ، ټکول ِ توهين ، تحقير او اخطار ورکړ سوي دي.  د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالي د صلح راډيو خبريال ونيول سو.  د صوتي او تصويري رسنيو شمير زياتيږي او د هغو د نشراتو سيمه پراختيا مومي.  1. د افغان تلويزيون جريمه د ٥٠٠٠٠ نه ٧٠٠٠٠ ته لوړه سوه: د افغان خصوصي تلويزيون چي د شکايتونو د څيړني او د رسنيو د سرغړونو د رسيدګي کميسيون له خوا د بربنډه او غير اخلاقي تصويرونو خپرولو په تور په ٥٠٠٠٠ افغانيو جريمه محکوم سوي وو ، پس له هغه نه چي د دغه تلويون رئيس احمد شاه افغانزي د ياد سوي شمير پيسو د ورکولو نه ډډه وکړه نو د غه مسئله د نموړي کمسيون لخوا وه څارنوالي ته وسپارل سول او هغو هم په خپل وار سره دکابل ولايت د عامه امنيت په محکمه کي د افغان تلويزيون په وړاندي د دعوا اقامه وکړه. د محکمي په ناسته کي چي د ١٣٨٤ کال د کب (حوت ) ٨ نيټه ترسره شوه ، افغانز پر ده باندي تپل سوي تورونه رد کړل او وه ئي ويل ( زموږ د تلويزيون خپروني د نورو تلويزيونونو د خپرونو سره هيځ کوم توپير نلري هغه ځه چي موږ نشروو نور ئې هم نشروي ) افغانزي زياته کړه چي د افغانستان په قانون کي هيځکله اخلاقي د غيري اخلاقي او لوځ د پټ نه په دقيقه توګه نه دي تعريف سوي ، د همدارنګه د رسنيو د قانون نه د سرغړوني د ځارني کمسيون په افغانستان که د جاري قوانينو تر پښو لاندي کولو تورن کړ او وه ئي ويل چي د اساسي قانون د ١٢٢ مادي پر بنسټ يوازي قضائيه قوه کولاي سي چي د جزاء حکم صادر کړي ، دا په داسي حال کي د چي د افغانزي په وينا نوموړي کمسيون بي له دي نه چي صلاحيت ئي ولري د افغان تلويزيون ئي جريمه کړي دي. د افغانزي دغه ادعا د قضائي مقاماتو لخواهم د تائيد وړ وګرزيد. د دي و ځنګ ته افغانزي د ګمارل سوي ځارنوال لخوا ترسره سوي ځيړني هم تر پوښتني لاندي راوستي او هغه ئي يو اړخيزه وګڼلي او همدارنګه په دي محکمه کي د يوه نه د زياتو ځارنوالانو د حضور نه ئي هم اعتراض وکړ( د افغانزي په محکمه کي دوو ځارنوالانو پر ده باندي تور لګوي). افغانزي د محکمي د ناستي په ترځ کي د شکايتونو د څيړني او د رسنيو د سرغړونو د رسيدګي کميسيون دغه عمل چي افغان تلويزيون ئي ٥٠٠٠٠ افغاني جريمه کړي وو يو سياسي عمل وګاڼه او وه ئي ويل چي د اطلاعات ، فرهنګ او ګرزندوي وزير (د شکايتونو د څيړني او د رسنيو د سرغړونو د رسيدګي کميسيون) غواړي په دي ډول د ولسي جرګي نه د اعتماد رائه تر لاسه کړي. د يادولو وړ ده چي د دي ټولو موضوعاتو سره سره په پاي کي د کابل ولايت د عامه امنيت محکمي د افغان تلويزيون جريمه د ٥٠٠٠٠ نه و ٧٠٠٠٠ ته لوړه کړي ، چي په مقابل کي افغانزي په خپل وار سره د محکمي دغه حکم و نه مانه او محکمه ئي په دي تورنه کړه چي د شکايتونو د څيړني او د رسنيو د سرغړونو د رسيدګي کميسيون لخو چي کوم قانون تر پښو لاندي سوي وو هغه ئي هيځ په نظر کي نه دي نيولي، او په دوهمه محکمه ( د استيناف محکمي ) غوښتونکي سو.  2. د ولسمشر کرزي د دفتر د رئيس صلاح کار خليل رومان پس له هغه نه چي د دولتي وظيفي په ترځ کي مزاحمتونه ورته پيدا سول د خپلي دندي نه ئي استعفاْْْء ورکړه : خليل رومان د خپلي دغه دندي و ځنګ ته د طلوع شخصي تلويزيون سره هم د رسمي وخت نه پس کار کاوه.او همدارنګه د ده ليکني او مقالي په انترنتي سايټونو او چاپي خپرونو کي چاپ سوي دي. د رومان په وينا په طلوع تلويزيون کي د ده کار او په مطبوعاتو که د ده چاپ سوي مقالي چي اکثراً ئي انتقادي ډول درلود د ولسمشر پر اطرافيانو باندي ښي نه لګيدي نو په همدي دليل ئي و ده ته په منظم ډول د دسيسو په جوړولو سره دي ته اړ کړ ترځو د خپل دندي نه لاس په سر شي. رومان وائي “ يوه ورځ چي غوښتل مي په خپل موټر کي ځان دفتر ته ورسوم د ارګ د دروازي امنيتي مسئولينو لخوا زما د موتر کارډ) ( CARD (چي د هغه کارډ په اساس ما کولاي سواي د خپل موټر سره د ګلخاني تر ماڼي پوري ځان ورسوم ) واخيستل سو ، چي د ځو ورځو نه وروسته مي د ډيرو ستنز په ګاللو بيرته لاس ته کړ ، مګر ځو ورځي وروسته يوځل بيا زه په خپله و خپلي شعبي ته د تلو په لاره کي تم کړاي سوم او د ځو ساعتونو لپاره په سړه هوا کي انتظار پاتي سوم، او بلاخره زما حوصله هم خلاصه شوه او بيرته خپل کور ته راغلم او استعفاء مي وليکل او ور وامي ستول”. د رسنيو ځارونکي د ولسمشر د دفتر د رئيس جاويد لودين نه چي د رومان مستقيم رئيس دي د دي موضوع په هکله وپوښتل ، هغه په دنده کي د رومان د نه شتون نه د خواشني په ښکاره کولوسره دا تائيد کړه چي ځه ستونزي وي خو وه ئي ويل چي ستونزي دومره نه وي چي رومان استعفاء ورکړي . جاويد لودين زياته کړه چي شايد رومان د رسينو په ساحه کي کار تر دولتي کار د ده لپاره ښه ګڼلي وي او په دي ډول ئي خپله دولتي دنده خوشي کړي وي. جاويد لودين ووه يل چي موږ د رومان وه دي فيصلي ته احترام لرو او د ده استعفاء منل سوي ده. کله چي د رسنيو ځارونکي په دي هکله د ولسمشر د امنيتي مسئولينو نه و پوښتل هغو د ځواب ورکولو نه ډډه وکړه.  3. د نارنج مجلي مسئول مدير ٢٣ ورځي په بندي خانه کي تيري کړي: په کندهار کي چاپيدونکي مجلي نارنج مسئول مدير سيد احمد قانع ،٢٣ ورځي بي له دي نه چي کوم تور باندي ولګول سي په امريکائي بنديخانو کي چي د کندهار او بګرام په هوائي ډګرونوکي دي ، تيري کړي. سيد احمد قانع وايي ""د لوي اختر په اول سهار چي ١٣٤٨ کال د مرغومي ١٩ سره سمون خوري زه او زما ٤ تنه نور ګاونډيان د امريکائي عسکرو لخوا ونيول سوو او زما کمپيوتر او تلفون ئي هم را نه ضبط کړ او د فبروري پر لمړي نيټه ئي يوازي زه خوشي کړم زما پاتي ځلور تنه ګاونډيان تر اوسه هم د امريکائي قواوو سره بنديان دي. د قانع په وينا امريکائي عسکرو د ٢٣ ورځو په ترځ کي تر ١٥ واري ډير تر پښتونو لاندي ونيو بي له دي نه چي کوم ځانګري تور باندي ولګوي ، قانع زياته کړه “ د افغانستان د پوليسو د قانون د پنځويشتمي مادي پر بنسټ پوليس کولاي سي د جرم او مجرم د هر اړخيز کشف لپاره ،نيول سوي مظنون تر ٧٢ ساعتونو مودي پوري تر څارني لاندي ونيسي، زه نه پوهېږم امريکائي ځواکونو د کوم قانون پربنسټ تر ٢٣ ورځو پوري زه بندي کړم او پس له هغه ني بي له دي نه چي د بندکولو کوم دليل راته ووايي خوشي ئي کړم او دا ئي هم راته وويل چي په دي هکله و چاته د ځه ويلو نه ډډه وکړم”. د کورني چارو وزارت وياند محمد يوسف ستانيزې هم دا تائيد کړه چي د افغانستان د پوليسو د قانون په اساس امنيتي ځواکونه نسي کولاي مظنون تر ٧٢ ساعته ډير د ځان سره وساتي . په ده هکله مو د ائتلافي ځواکونو د مطبوعاتو مسئول مايک کودي نه وه پوښتل هغه وويل “ افغاني او امريکائي ځواکونو د کندهار په ښار کي د خپلو پلټنو پر محال يو زياته اندازه د بم جوړولو مواد وموندل چي د دغه موادو سره پنځه تنه چي سيد احمد قانع هم ورسره وو د ځيړنو لپاره ونيول چي په پاي کي دا معلومه شوه چي ده هغو د ډلي نه سيد احمد قانع بي ګناه دي نو هغه مو خوشي کړ. اما سيد احمد قانع د بم دجوړولو د لمړني موادو شتون رد کړ او زياته ېي کړه چي دغه نيوني د غلطو معلوماتو پر بنسټ چي امريکايانو ته ورکول سوي وه تر سره سول او ټول نيول سوي کسان ئي بيګناه وګڼل. سيد احمد قانع د رسنيو د ځارونکي سره په يوه مرکه کي دا يادونه هم وکړل چي “ د دي نيوني سره د ده وه حيثيت ته ډير زيان ورسيد او د ٢٣ ورځو لپاره هم په بندي خانه کي وو او د حيثيت د بيرته اعادي غوښتونکي سو. کله چي د رسنيو ځارونکي دغه موضوع د ائتلافي قواوو د وياند سره شريکه کړه هغه وويل چي زموږ په قانون کي د داسي کوم شي وړاند وينه نه ده شوي.   4. د ننګررهار ولايت د خوګيانيو ولسوالي کښي د ملي تلويزيون آنټن تخريب سو: هغه آنټن چي د ننګرهار ولايت د خوګياڼيو په ولسوالي کي ئي د ملي تلويزيون پروګرامونه خپرول د يو ځاي په ځاي سوي ماين په واسطه تخريب کړاي سو. د ننګرهار ولايت د راډيو تلويزيون د رئيس انجنير زلمي په وينا ١٣٨٤ کال د سلواغي (دلوي) په ١٨ نيټه د دري ماينونو په ايښودلو سره د ملي تلويزيون د پروګرامونو د خپرولو آنټن چي نوي په خوګيانيو ولسوالي که جوړ سوي او د هغه وه ځنګ ته يو جنراتور تخريب کړاي سو. د ننګرهار تلوزيون په ٢٤ ساعته کي ٨ ساعته خپروني کوي چي دغه خپروني د سپوږمکي د لاري د دغه ولايت په ٧ ولسوالي کي د سميز آنټن د لاري خپريږي . چي په همدغه لړي که ورستي آنټن د خوګيانيو په ولسوالي کي د يوي هندي کمپني لخوا جوړ کړاي سوي وو خو تر اوسه پوري ترانسميټر نه وو باندي نسب سوي. د انجينير زلمي په وينا د دغي پيښي په پايله کي نږدي ٣٥٠٠٠ امريکايي ډالره وه دولت ته زيان اوښتي دي. مګر د اطلاعاتو ، فرهنګ او توريزم وزير سيد مخدوم رهين د خبره رد کړه چي ګواکي دا آنټن دي د کومي چاودني په اثر ړنګ سوي وي بلکه هغه واي چي دغه آنټن بي له کومي باندني عامل نه ړنګ سوي دي . او همدارنګه د په کابل کي امنيتي مسؤلين د دغه پيښي نه بي خبري ښودلي ده .  5. په هرات کي د خبريالانو وهل، ټکول ، توهين او تحقير:  د هغه ګډوډيو په ترځ کي چي د عاشورا د مراسمو په جريان کي چي ويل کيږي د شيعه ګانو او سنيانو تر مينځ د هرات په ښار کي رامنځ ته سول د دي و ځنګ ته چي د دغه ښار ځو ملکي اوسيدونکي ووژل سول او ځو نور هم ټپيان سول ، د هرات په ښار کي ميشت اکثر خبريالان د خپلي دندي د اجراا پر محال وهل سوي ټکول سوي او توهين ، تحقير او حتي د وژلو کوښښ ئي هم سوي دي.  په هرات کي د طلوع تلويزيون د خبريال محمد رضا شير محمدي په ه وينا د دغه ولايت د امنيه قومنداني د يو لوړ پوړي چارواکي لخوا وهل سوي دي او ځو واري د مرګ ګړاښ ورته سوي دي ، د طلوع تلويزيون د رئيس سعد محسني په وينا شيرمحمدي دي ته مجبور کړاي سوي دي چي د يوي خاصي ډلي په طرف داري ګزارش ورکړي. مګر د کورنيو چارو وزارت وياند محمد يوسف ستانيزي دا خبر رد کړه چي ګواکي محمدرضا شير محمدي دي چا وهلي وي او وايي چي داسي کومه واقعه قطعاَ نه ده پيښه سوي. همدارنګه د هرات په ولايت کي د پژواک خبري آژانس خبريال احسان سروريار ادعا کوي چي د هرات د امنيه قومنداني د يو لوړپوړي چارواکي ( چي د هغه نوم هم يادوي ) لخوا هغه وخت ووهل سو چي د پوليسو او مظاهره کونکي تر ميانځ د اخ او ډب نه ئي عکسونه اخيستل ، بيا هم د سروريار په وينا دي د هرات د امنيه قونداني په شا او خوا کي د ځو مسلحو کسانو لخوا چي د پوليسو جامي ئي په تن کي وي تر مرګوني بريد لاندي راغي او د تفنګچي ځلور ډزي باندي وسوي خو ده ته کوم زيان وانوښت. په اوسني حالت کي سروريار د دي له بيري چي بياهم کوم بريد باندي وسي په کابل کي ژوند کوي. در رسنيو څارونکي دا موضوع هم د کورني چارو وزرات د وياند محمد يوسف ستانيزي سره شريکه کړه هغه وويل “ احسان سروريار يو معامله ګر انسان دي “ ستانيزي زياته کړه “ د سروريار نه د يوزيات شمير کسانو د شکايتونو پر بنسټ د ده دوسيه بشپړه سوي ده او په نژدي ورځو کي به محکمي ته وسپارل سي “ ستانيزي زياته کړه چي پر سروريار باندي نه چا ډزي کړي او نه هم چا وهلي” سروريار د کورنيو چارو وزارت د وياند د پورتنيو ځرګندونو په هکله د حيرانتيا په ښولو سره وويل چي د هرات د امنيه قومنداني په ٥٠ متري کي پر ده بريد وسو او د ده په وينا د هرات د امنيه قومندان هم دغه موضو د يو خبري کنفرانس په ترځ کي ومنل او همدارنګه د هرات د امنيه قومنداني د کريمنال تخنيک آمريت هم دا تائيد کړي ده چي د ده پر موتر د تفنګچي ٤ ډزي سوي دي ، سروريار وايي “ زه نه پوهيږم چي د کورنيو چارو وزارت وياند ولي هغه نا سمي بولي.  په هرات کي د آزادي راډيو د پښتو ځانګي خبريال شرف الدين ستانکزي هم د نموړي ګډوډي په ترځ کي وهل او ټکول سوي دي او د ده د سپرلي موټر ته هم زيان اوښتي دي. د دي وځنګ ته په هرات کي د آشنا راډيو د دري ځانګي خبريال مسعود حسن زاده هم دغه اخ او ډب په ترځ کي توهين او تحقير سوي دي. د رسنيو څارونکي ته ده دي پيښو وه ځنګ ته د ځو نورو پيښو خبر هم را رسيدلي و ، خو کله چي و اړونده ارګانونوته د لا زياتو معلوماتو د لاس ته راوړلو لپاره مراجعه وسوه د هغو لخوا يا قطعاَ د پيښي نه انکار وسو او يا هم د رسنيو څارونکي ته وويل سوه چي دا پيښي دومره مهمي نه دي او د خپريدو ارزښ نه لري.  6. د جبل السراج د صلح راډيو خبر يال په کابل کي ونيول سو: عبدالقدوس د پروان ولايت د جبل السراج راډيو خبريال د ولسي جرګي د يوي وکيلي د وژلو د کوښښ په تور د پروان ولايت د پليسو لخو د کابل ښار د دريمي امنيتي حوزي په ساحه کي ونيول سو . دا نيونه په داسي حال کي ترسره سوه چي عبدالقدوس د ني په موسسه کي” چي په افغانستان کي د آزادو رسنيو ملاتړي دي” دخبريالي په زدکړو بوخت وو. د پروان ولايت پوليسو بي له دي نه چي د کابل ښار د دريمي امنيتي حوزه مسئولين د دي عمل نه خبر کي په دي اقدام لاس پوري کړ، دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د پولسيو د قانون ٦ مادي پر بنسټ د يو سيمي پوليس نه سي کولاي په بله سيمه کي د مظنونينو په نيونه اقدام وکړي مګر په ځينو استثنائي حالاتو که چي هغه استثناات د همدغه قانون په ٧ ماده کي ذکر سوي دي. چي په دغه موضوع کي په قانون کي ذکر سوي هيځ استثنائي حالت هم نه وو. کله چي د رسنيو څارونکي د پروان ولايت د پوليسو نه د قانون د دغه مادي تطبيق وغوښت نو هغو و ده ته اختار ورکړ چي که وه موږ ته په دنده کي خنډ سي نو تا به هم بندي کو. د ني موسسي اجرائيو رئيس عبدالمجيب خلوتګر د دي موضوع په هکله وويل “ کله چي د پروان ولايت د امنيه قومنداني د جنائي ځانګي منسوبين د عبدالقدوس د تسليم ولو غوښتنه وکړه نو موږ بي له ځنډه د کورنيوچارو وزارت د وياند او د وزير د دفتر د رئيس سره په تماس کي سوو، د کورنيو چارو وزير د دفتر رئيس د دغه وزارت د امنيتي معين د سکرتر د خولي را ته وويل سوه چي عبدالقدوس ور تسليم کړي. د دي ټولو خبرو سره سره د رسنيو څارونکي د پروان ولايت د امنيه قومنداني ته په مراجعه سره د عبدالقدوس د نيوني دليل وپوښت د پروان ولايت د امنيه قومندان ډګر جنرال مولانا عبدالرحمن سيدخيلي وويل چي د پروان ولايت نه ولسي جرګي ته استازي سامعه سادات باندي د تتم دري په سيمه کي بريد سوي وو چي په هغه کي د ميرمن سادات موتر چلونکي ټپي سوي وو مګر و دي ته کوم زيان نه وو رسيدلي ، په همدي اتهام موږ عبدلقدوس د تحقيقاتو لپاره ونيو. د کورنيو چارو وزارت وياند محمد يوسف ستانيزي دا خبره تائيد کړه چي اصولا بايد په دغه موضوع کي دريمه امنيتي حوزه په جريان لويدلي واي. په اوسني حال کي عبدالقدوس د پروان ولايت د ملي امنيت په څارنوالي کي تر تحقيق لاندي دي ، او د رسنيو څارونکي دغه موضوع د نژدي نه څاري.  7. د نوا راډيو او شمشاد تلويزيون خپروني شروع سوي: يه روانه مياشت کي ګڼ شمير برقي رسنيو په کار پيل وکړ او يا ئي هم د خپرونو سيمي پراخي شوي. د نوا نا دولتي راديو چي د صبا نشراتي موسسي په چوکات کي فعاليت کوي د ١٣٨٤ کال د دلوي يا سلواغي مياشتي پر ٢٦ نيټه پر١٠٣.١FM ئي نشرات په کابل او ځلور نورو ښارونو کي پيل کړه .د دغه راډيو امتحاني خپروني د ٤ مياشتو راهيسي جريان درلود. د نوا راډيو د رئيس محمد وحيد وقفي په وينا دغه راډيو په اوسني حآل کي د کابل برسيره په هرات ، بلخ، کندهار او ننګرهار کي نشرات لري او په نژدي راتلونکي کښي په ځو نورو ولايتو ته هم پراختيا ومومي. د همدارنګه زياته کړه چي د صبا نشراتي موسسه په نژدي راتلونکي کښي په نظر کي لري چي يو تلويزيون د باختر په نامه هم جوړ کړي. د وقفي په وينا نوا راډيو يوه فرهنګي او ټولنيزه راډيو ده چي د دوي اساسي موخه د افغاني فرهنګ پرمختګ او د افغانانو تر ميانځ د ملي روحيي را مينځ ته کول دي. د يادولو وړده چي د نوا راډيو د يوي هالنډي موسسي او اروپائي اتحاديي په مالي مرسته جوړه سوي ده.  د دي نه علاوه د شمشاد خصوصي تلويزيون هم په خپلو امتحاني نشراتو پيل وکړ. د شمشاد تلويزيون د رئيس فضل کريم فضل وويل ؛ ما دغه تلويزيون په خپله شخصي سرمايه جوړ کړي دي او زما لومړني هدف د دي کار نه دادي چي دا اوسني شته فاصلي چي د ښارونو او کليو د اوسيدونکو تر مينځ د معلوماتو د شرکولو په واسطه د مينځه يوسم، او زموږ اصلي موضوع وي به د مدني ټولني پرمختګ ، د خلکو د عمومي معلوماتو لوړول ، اسلامي تعليمات ، د خلکو په ذهنونو که د بشري حقوق بنسټيز کول ، د واده او نکاح د مسائلو تشريح او د دي تر ځنګ به ځني تفريحي خپروني هم ولرو؛ د دي تلويزيون رئيس زياته کړه چي ډير ژر به خپل نشرات و نورو ولايتونو ته هم وغزوي. همدارنګه د طلوع تلويزيون او آرمان راډيو هم خپل نشرات يه دوو نورو ولايتونو غزني او هلمند کي پيل کړه ، د دي نه مخکي دوي د کابل نه علاوه په ننګرهار ، بلخ، هرات ، کندهار ، کنر او خوست کي نشرات درلودل. د طلوع تلويزيون او آرمان راډيو رئيس سعد محسني په وينا دو به ډير ژر خپل نشرات په زابل او کندز ولايتونو کي هم پيل کړي. ني چي په افغانستان کي د آزادو رسنيو ملاتړي موسسه ده د سمنګان ولايت د صداي حقيقت ( د صداي حقيقت راډيو د سمنګان ولايت د ايبکو په ښار کي د انتر نيوز په مرسته د ٢٠٠٥ کال د دسامبر پر ٣١ نيټه چي د ١٣٨٤ کال د مرغومي يا جدي د لسمي سره سمون خوري پر ٩٨FM باندي خپل نشرات پيل کړي وه) راډيو سره د شپږمياشتني همکاري قرار داد لاس ليک کړ. د ني موسسي د راډيويي شبکي مسئول مير عبدالواحد هاشمي په وينا په دغو مرستو کي به تخنيکي ، مالي او د کاري وړتيا لوړول شامل وي. همدارنګه د ني اجرائيوي رئيس عبدالمجيب خلوتګر په دي هکله وويل ؛ د ني موسسه به تر راتلونکي شپږو مياشتو د دي نه علاوه چي د دغي راډيو و ځو کارکونکو ته معاش ورکړي ، تخنيکي مرستي به هم ورسره وکړي او د دغه رايو کارکونکي به په خپلو کورسونو کي تر روزني لاندي ونيسي . خلوتګر زياته کړه موږ کوښښ کو د صداي حقيقت راډيو سره د سوداګري په عرصه کي مرسته وکړو تر ځو دوي وکولاي سي پس له دي نه چي زموږ مرسته ختمي شي خپل نشرات په مستقلانه توګه پر مخ يوسي.   د هر ډول پوښتنو او معلوماتو لپاره لطفاَ په لاندني پتو باندي تماس را سره ونيسي:  عزيزالله حبيبي تحليلونکي او د رسنيو د څار مسئول  ني- په افغانستان کي د آزادو رسنيو ملاتړي  azizullah@nai.org.af panjwaey@gmail.com د مبايل شميره :٠٠٩٣٧٠٢٩٣٩٧٠   جاويد احمد  د رسنيو ځيړونکي  jawid.ahmad@nai.org.af  1. د محرميت د ساتلو او امنيتي مشکلاتو په دليل چي د ويروني او تهديد د موضوعاتو د ګزارش ورکونکي په مقابل کي سته ، ني تر دي نه زيات نه وسواي کولاي چي نور تحقيقاتي کوښښونه تر سره کړي. 2. دغه خبرپاڼه د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالي پرمختيايي اداري د انتقالي ابتکاراتو د اداري لخوا د HAD-G-00-02-00066-00 د اعاني د شميري او د اروپايي ټولني د ASIE/2005/16775/106772 د مرستي پروسي د شماري لاندي جوړه سوي ده. 3. په دغه خبرپاڼه کي ورکول سوي نظريات د هغه په ليکوال پوري اړه لري او د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالي پرمختيايي اداري او اروپايي ټولني اړه نه لري. 4. په دغه ګزارش کي راغلي هيځ توکي د ني د اجازي نه پرته د چاپ اجازه نسته. ", په افغانستان کي د ژورناليزم د آزادي لسم ګزارش 2244,," په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مطبوعاتې څانګې په يوه خپره شوې پاڼه کې څرګنده کړې ، چې د هلمند د سنګين ولسوالى کې يې د امريکايي او دولتى ځواکونو د عملياتو په ترځ کې د طالبانو دويم لوړ پوړى قوماندان چې د هلمند، قندهار او ارزګان په عملياتو کې نقش درلود وژلى دى . د دغه قوماندان نوم نه دى په ګوته شوى .په پاڼه کې داهم راغلى چې د کندهار د ميوند ولسوالى کې يې ٤ تنه مخالف جنګيالى د عملياتو په ترځ کې نيولى دي . ",د طالبانو دويم لوړ پوړى قوماندان وژل شوي دي 2245,فضل غني حقمل,"   دیار په شونډو کې موسکا مزه کا داسې چې وریځو کې بریښنا مزه کا سهار ماښام په خوله دمینې توري ددعا لپو کې دا ستا مزه کا پښتنه پیغله پښتنې خبرې پښتنو سترگو کې حیا مزه کا دتور اوسپین پروا یې نه ساتمه ښکلي مزه کوي ښکلا مزه کا یو څو دمینې ټپې دچا میئن په ژبه دنی په څوکه باندې لا مزه کا حقمله نور له دغه ښاره وځم دخیال جونگړه په صحرا مزه کا      ",غزل 2246,," ", 2247,," د پکتیکا ولایت په بېرمل سرحدي ولسوالۍ  کې د یوه ځانمرګی برید له امله یو تن مړ او شپږ نور ټپیان شول. د پکتیکا ولایت د ویاند سلام منګل په وینا، دغه برید د ملي اردو پر سرتېرو شوی او برید کوونکی په پېښه کې مړ شوی دی. د سلام منګل په وینا، د برید کوونکي مړ تر څیړنې لاندې دی او لا نه ده څرګنده چې د کومې سیمې استوګن دی. د پېښې ټپیان په سیمه کې د ایتلافي ځواکونو روغتون ته لېږدول شویدي. ",پکتیکا کې ځانمرګی برید، یومړ،۶ ټپیان 2248,," د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د توتاسنګ په نوم یو تن سک د اسلام په سپېڅلي دین مشرف شو. ۳۴ کلن سک وایي، په اسلام کې یې هغه څه موندلي،چې په نورو دینونو کې یې څرک نه لګي . سنګ  حضرت محمد ص د سنتو پیروي د انسان بریالیتوب او سرلوړي بولي.  ",توتا سنګ د اسلام پر سپېڅلي دین مشرف شو 2249,,"  حضرت بهار =خوست په خوست ولايت كې تيره ورځ چې د حمل نولسمې نيټې سره سمون خوري د باك په ولسوالۍ كې د دوه قومونو، نيازي او بابكرخيل، ترمنځ د ځمكې پر سرجګړه رامنځ ته شوه. دغه جګړه چې دشنبې په ورځ په دوه بجو ونښتله د نن(يك شنبې) تر سهاره پوري يي دوام وكړ. تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه كوم رپور نه دي وركړل شوي او پيښې ته د ايتلافي ځواكونو په شمول افغان ملي پوځ او پوليس هم وراغلي دي ",د خوست ددووقومو ترمنځ د ځمكې پر سر جګړه و شوه 2250,افغان سېنما تياتر - کولن," په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي دهيواد نامتو ليکوال ، شاعر او ارواپېژندونکي ډاکټر کبير ستوري  د ورپېښي ناروغۍ له امله په پردېسۍ کي وفات شو . د ډاکټر کبير ستوری مړيني نه يوازي خپله کورنۍ په وير کښېنوله بلکي د هيواد ټول فرهنګيان او شاعران يې په خپل ماتم غمګين کړل . دافغان سېنما تياتر مرکز د نوموړي مړينه د خپل هيواد ډېره لويه ځايه بولي ، دهغه روح ته د لوی خدای  ج  له دربار څخه د بخښني  ، او د هغوی د کورنۍ په ګډون د هغوی ټولو دوستانو او مينه والو ته د جميل صبر غوښتنه کوي . روح دي يې تل ښاد وي . د افغان سېنما تياتر مطبوعاتي اداره انجنير فريدالله ساپي کولن – جرمني ",دافغان سينما تياتر مرکز د خواخوږۍ پيغام 2251,فريد الله ساپی,"  نن د شنبې ورځ د اپرېل د مياشتي اوومه نېټه د ماښام شپږ بجې د افغان سېنما تياتر مرکز خپله کلنيزه غونډه په داسي حال کي چي ډېرو درنو شاعرانو ، ليکوالو د جرمني د بېلابېلو ښارونو ګاونډي هيوادونو ( هالنډ او بلجيم څخه ) مينه والو ګډون کړی و ، د جرمني په لېور کوزن ښار کي ونمانځله .   نن د شنبې ورځ د اپرېل د مياشتي اوومه نېټه د ماښام شپږ بجې  د افغان سېنما تياتر مرکز خپله کلنيزه غونډه په داسي حال کي چي ډېرو درنو شاعرانو ، ليکوالو  د جرمني د بېلابېلو ښارونو ګاونډي هيوادونو ( هالنډ او بلجيم څخه ) مينه والو ګډون کړی و ، د جرمني په لېور کوزن ښار کي ونمانځله . د غونډي په لومړۍ برخه کي د ګران هيواد نامتو ليکوال او شاعر ډاکټر کبير ستوري په وير دعا ، دهغه په ټولنيز او سياسي شخصيت او انسانی عواطفو خبري وشوې او د هغه دشعرونو د مجموعې څخه يو څو شعرونه د بېلګي په توګه ولوستل شول . وروسته بيا د نوموړی مرکز مطبوعاتي مسول دغونډي اجنډا ګډون کوونکو ته واوروله او بر هغې هر اړخيزي خبري وشوې . بيا د افغان سېنما تياتر مرکز ريس افغان فلم جوړونکي او د اريانا نړيوال تلويزيوني چينل ريس ښاغلی واحد نظري د مرکز د جوړېدو څخه تر اوسه  د ټولني د کارونو په اړه د غونډي برخه والو ته ګزارش وړاندي کړ .  همدغه ډول پر مالي چارو او تشکيلاتي برخو هراړخيزي خبري وشوې او په دې هکله په راتلونکي کي نوې دندي ورپه ګوته شوې . همدا ډول د افغان سېنما تياتر مرکز د غړيتوب جوړ شوي کارتونه د نوموړي مرکز  دمشرتابه او درنو مشرانو هر يو واحد نظري ، زرين انځور ، محمداجان يار ، عاشق الله غريب ، محمدامين باوري ، مطيع الله روفي ډاکټر صاحب ظاهر حاذق ، همايون عاطفي ، انجنير فريدالله ساپي او نجيب شفقيار له خوا په خاصو مراسمو کي غړو ته ورکړل شول . د غونډي په پای کي د نومړي مرکز له خوا په ترتېب شوې مېلمستيا کي ګډون کوونکو د ماښام ډوډۍ وخوړله . د غونډي مراسم د ماخستن د لسو بجو شاوخوا پای ته ورسېده .  انجنير فريد الله ساپی  ",جرمني : د افغان سېنما تياتر کلنيزه غونډه وشوه 2252,,"   په کابل کې دبریطانیا سفارت له لوري په خپرې شوي خبرپاڼه کې کابل ته دبریطانیا دلومړي وزیر ټوني بلیر دمیرمنې چیری بوت بلیر دارتگ او په افغانستان دهغې دلیدنو په اړه ویل شوي میرمن بلیر تیره ورځ لومړی له ولسمشر کرزي سره ولیدل او بیا دولسمشر کرزي میرمنې زینت کرزۍ ورته دغرمې ډوډۍ تیاره کړه او لیده کاته یې هم سره وکړه اغلې کرزۍ سره یې په مختلفو موضوگانو خبرې وکړې بشر حقونه، دقضایئه قوې سمونه او دښځو  دحقونو دخوندي کولو په اړه سره وغږیدل. میرمن بلیر په قانون کې زده کړې لري او افغانستان ته یو وار پخوا هم راغلې وه. تیره ورځ میرمن بلیر دکابل په مکروریانو کې دانجونو یوه ښوونځي الفتح ته هم ورغلې وه او له زده کوونکو سره یې وکاته. دولسمشر کرزي له لومړۍ ادارې تر دې مهاله دامریکا دمتحدو ایالاتو دولسمشر میرمن لارا بوش، دامریکا دپخواني رئیس جمهور کلنټون میرمن هلاري کلنټون، دایران دپخواني ولسمشر خاتمي میرمن، دفرانسې دولسمشر ژاک شیراک میرمن برینډات شیراک، دبریطانیا دلومړي وزیر میرمن او دنړۍ دنورو لوړپوړو چارواکو میرمنې کابل ته راغلي.    ",میرمن بلیر له میرمن کرزي سره وکتل. 2253,," د هلمند د ناوې ولسوالى کې نن سهار د يوې چاودنې له امله ٢ تنه دولتى پوليس مړه او ٢ تنه نور ټپيان شوي دي. چاودنه هغه مهال رامينځ ته شوې چې افغان دولتى ځواکونه په سيمه کې د کوکنار وپه له مينځه وړلو لګيا وو.د هلمند د پوليسو مشر جنرال عبدالرحمن بينوا ته د پېښې پخلۍ کړى خو دا يې ونه ويل چې چاودنه څه ډول رامينځ ته شوې ده . ده وويل په دې اړوند پلټنې پيل شوي دي. ",هلمند کې ٤ تنه پوليس مړه او ژوبل شوي دي 2254,," د پاکستان د کراچۍ د ښار د فيضان د مدينه په جومات کې نن د ګڼه گوڼه امله٢٦ ښځو ا وماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او لږترلږ ٧٠ نور ټپيان شول . دغه زړه بږنونکې پېښه هغه وخت رامينځ ته شوه چې له زينې څخه يوه نجلى ولويده او نورو دمرستې او ژغورلوپه موخه ورودانګل او په دغه ګڼه ګوڼه کې ترپښو لاندې شول.چارواکو وويل د حضرت محمد (ص) د زيږدلو د کاليزى د لمانځلو په موخه دغه جومات کې په زرګونه تنه راټول شوي وو. ",لږترلږ ١٠٠ تنه په کراچۍکې مړه ا و ژوبل شول 2255,," بينوا ته له هلمند څخه په رارسيدلو رپوټونو کې راغلى ، چې نن سهار وختى ايتلافى او افغان دولتى ځواکونو چې فوځى چورلکو يې ملتيا کوله د جوشالى په سيمه کې ګډ فوځى عمليات پيل کړي دي. ځايى اوسيدونکو په سيمه کې د ډز او ډوزو پخلۍ کړى دى . ", هلمند کې فوځى عمليات پيل شوي 2256,," په کنړ کې د طالب اورپکو يو قوماندان قارى محمد اسمعيل ادعا کوي چې تيره شپه يې د يوې لنډې جګړې په ترځ کې د نورستان د (وانت)ولسوالۍ نيولى او وروسته يې د دغه ولسوالۍ ولسوال او ١٠ تنه دولتى چارواکى له ځان سره بولي دي. دى وايي يو شمير وسلې يې هم ترلاسه کړي دي. دخپلواکو سرچينو له لوري تر دم ګړى د پېښې په اړوند پخلۍ نه دى شوى . ",طالبان د نورستان د يوې ولسوالۍ د نيولو خبره کوي 2257,," په کونړکې د طالبانو يو تن قوماندان قاري محمد اسماعېل  وایي، چې تېره شپه  یې د نورستان ولايت (وانت) ولسوالي تر يوې لنډې جګړې وروسته ونيوله. اسماعیل وایي، طالبانو د (وانت) د ولسوال په ګډون لس تنه دولتي کسان له يوه راکټ، يوه P-K ماشيندار او نورو وسلو سره ونیول،خو بیرته یې خوشي کړل. بل خوا د طالبانو ویاند ډاکټر حنیف خبري رسنیو ته ویلي،طالبانو د شپې۱۲ بجې نوموړې ولسوالۍ فتحه او بيا يې وسوځوله . د ډاکټر حنیف په وینا، طالبانو پنځه کلاشنکوفونه، يوه پيکا، پنځه وړې او دوه غټې  مخابرې نیولې،خو  نیول شوي کسان یې بېرته پرېیښي دي.   ",طالبانو د وانټ ولسوالۍ د سوځولو خبر ورکړ 2258,," د ډاکټر حنیف په نوم یوه طالب ویاند اې،ای،پي ته ویلي،چې په هلمند کې یې یو دولتي قوماندان وژلی دی. د حنیف په وینا، دغه قوماندان بشیر نومېده او د هلمند د کجکي ولسوالۍ په رشیداباد کلي کې نیول شوی و. ویاند وایي دغه قوماندان یې تېره ورځ ونیو او نن سهار یې وواژه. دولتي چارواکو د طالبانو ددې ادعا په اړه څه نه دي ویلي. ",طالبان وایي یو دولتي قوماندان یې وژلی 2259,,"   تیره شپه دبادغیس ولایت دقادیس په ولسوالۍ کې یوه روغتیایي کلینیک ته اور اوچول شوی او پنځه ډاکټران یې وژل شوي دبادغیس والي عنایت الله دخبر دپخلي کولو ترڅنگ دا هم وایي چې دپولیسو له لوري پلټنې پیل شوي. بادغیس دهیواد په شمال لویدیځ کې پروت دی او پخوا ترې کوم داسې خبر نه وو ترلاسه شوی ",په بادغیس کې دیوه روغتیایي کلینیک ٥ ډاکټران وژل شوي. 2260,,"   دبدخشان والي منشي عبدالمجید ویلي چې پدغه ولایت کې دکوکنارو کرکیله ډېره شوی او ددغه ولایت چارواکي یې توان نلري چې له منځه یې یووړل شي نوموړي یې لامل دمخدره توکو دقاچاقچیانو قدرت ښوولی نوموړي ویلي که کوکنار واړوي نو ددولت په وړاندې به پاڅونونه وویني. بدخشان یو له هغو ولایتونو نه دی چې دکوکنارو کرکیله پکې ډېره ده.   ",په بدخشان کې دکوکنارو کرکیله ډېره شوې. 2261,," ", 2262,,"   ددوهمې ورځې لپاره په ایټالیا کې ټول ټاکنې ددوو سترو گوندونو کیڼ او ښي اړخو ترمنځ تر نن پورې روانې دي ویل چې نن ناوخته به پای ته ورسیږي او سکاري دکیڼ اړخو مشر رومانو برودي له اوسمهاله لومړي وزیر سلوي برلسکوني نه وړاندې لاړشي. ",په ایټالیا کې ددوهمې ورځې لپاره هم ټاکنې روانې دي. 2263,,"   دهندوستان دپلازمینې نوي ډهلي شمال ته په یوه موزیم کې داورلگیدنې په اثر تر دې مهال دراپورونو پربنسټ سل تنه وژل شوي دخبر پخلی دهند پولیسو کړی خو لا هم نور جزئیات ندي په ډاگه. ",په هندوستان کې اورلگیدنې ١٠٠ تنه وژلي. 2264,," کندهار: دوشنبه ماځيګر د کندهار په ورزشي لوبغالي کي د فټبال په زړه پوري لوبه ترسره سوه. هغه لوبه چي دکندهار د منتخب او هرات منتخبو لوبډلو ترمنځ ترسره سوه لوبه دوه د صفر په مقابل کي د کندهار منتخب ټيم په ګټه پاى ته ورسېده. د لوبي د لومړۍ نيمايي په پيل کي اول ګول د کندهار منتخب ټيم د تکړه لوبغاړي مختاراحمد له خوا ترسره سو، او له تفريح څخه وروسته د کندهار د منتخب ټيم د ځوان لوبغاړي محمدقاسم له خوا څخه يو ډېر په زړه پوري ګول ووهل سو، چي په خپل بېساري هنرمندانه حرکت يې د نندارچيانو پام ځان ته ور واړاوه. ",په کندهار کي د فټبال لوبه ترسره سوه 2265,,"  سيداحمد قانع / کندهارغربي ګلونه او شرقي لمني د انګليسي ادبياتو څخه د ښاغلي عبدالباري جهاني منظومه ژباړه ده چي په کندهار کي د نارنج خپرندويه ټولني له خوا خپور سوى دى.دانګليسي کلاسيکو شاعرانو شعرونه چي د ١5 مي پېړۍ وروسته ويل سوي دي، د شګسپېر، ويليم بلاک، ايميلي جان برونټ، پول لارنس، ډيويډ هربيرټ ، ويليم بروم، الايس کاربين، جان ډاون او نورو ډېرو کلاسيکو شاعرانو شعرونه چي د ١٥١ په شاوخوا کي دي په ډېر خواږه انداز او روانه ژبه ژباړل سوي چي لوستونکي د سرليک په ليدو سره له ځان سره وړي لکه خواږه دروغ، آ زما ګراني، رنځور ګلاب، د خيالونو معمار، خولګۍ راکه شل کلني، يوه ورځ مي د هغې نوم وليکئ، د ملايکو قدمونه، باد او د کړکۍ شاته ګل، خولګۍ راکه ښايستې او داسې نور ښايسته سرليکونه چي هر يو يې ځان ته بېل جهان او شاعرانه ښايست لري راغلي دي.غربي گلونه شرقي لمني د پښتو ادب هغه ستر ادبي اثر دى چي د شعر او شاعرۍ په ځلانده اسمان کي د يو ړون ستوري په څېر راڅرګند سو.نوموړى کتاب د کلک جلد په درلودلو سره په ٥٢٦ پاڼو کي د خپرندويه ټولني په ياداښت او د جهاني صاحب په سريزه په دې شرحه ډالۍ سوى دى: اهداءزما د ښايستې مېرمني معصومي روح ته!چي د ژوند په هر پړاو کي يې زما مرسته کړې، زما زړه يې پوړه کړى او زه يې په ځانباوري ساتلي يم او نن يې د ژوند ټولو ترخو ته يوازي پرې ايښى يم تقديم دى. کوه طورکوه طور د ښاغلي جهاني پنځمه شعري ټولګه ده چي ٣٧٨ پاڼو کي په ښه صحافت د غزل نوي او آزاد نظمونه، داستانونه او متلونه پکښې دي، د نارنج خپرندويه ټولني له خوا دوهم ځل چاپ سوى دى. شپيلۍشپيلۍ نوى چاپ چي په ٢٨٤ پاڼو کي پر سپين کاغذ د کلک جلد او د غزلي او سندري، منظوم او ازاد شعرونه، کيسو او نکلونو په درلودلو سره نارنج خپرندويه ټولني چاپ کړى. د سباوون په تمهد سباوون په تمه په ٢٥٨ پاڼو کي نوي او آزاد شعرونه، غزلي او سندري، کيسې او نکلونه، پښتو متلونه او له انګريزي ادبياتو څخه شعرونه، پر سپين کاغذ او کلک جلد په درلودلو سره د نارنج خپرندويه ټولني چاپ کړى.بې لاسو ښځهبې لاسو ښځه د اکاډيمېسن پوهاند علامه رشاد بابا (رح) ژباړه چي د روسي ژبي څخه يې کړې، بې لاسو ښځه يو فولکوريک داستان دى چي يو ځل د علامه بابا په ژوند کي چاپ سوى او اوس بيا هم نارنج خپرندويه ټولني چاپ کړى دى.اوس نو ورته خاندهاوس نو ورته خانده د ښاغلي پير محمد باوري اثر دى چي د خندونکو ټوکو په درلودلو سره په ښکلي صحافت نارنج خپرندويه ټولني چاپ کړى. د نوموړ و کتابونو مينه وال کولاى سي چي د کتابو د ترلاسه کولو له پاره په دې لاندي پتو اړيکي ټينګي کړي: نارنج خپرندويه ټولنه کندهار Narenj_saq@yahoo.comAfghan.saq@gmail.com 0093 (0) 70303251 – 0093 (0)799166661کندهار : افغان کتاب او قرطاسيه پلورنځي ارګ بازار کندهار Afghan_saq@hotmail.com 0093 (0) 70369900کابل : علامه حبيبي کتاب پلورنځى، دانش کتاب پلورنځىجلال آباد : عبدالحميد مومند کتاب پلورنځى ، ګودر کتاب پلورنځىپېښور: يونيورسټي بوک ايجنسي ، دانش کتاب پلورنځى ",نارنج خپرندويه ټولنه د نوو چاپ سوو اثارو سره 2266,,"   تیره ورځ ولسمشر حامد کرزی له یوه لوړپوړي ډلې سره هند ته لاړ دهند له لومړي وزیر منموهن سینگ سره لیده کاته وکړه دهند لومړي وزیر له افغانستان سره د٥٠ ملیونو امریکایي ډالره نوره مرسته اعلان کړه چې له دې مرستې سره دهند ټوله مرسته ٦٥٠ ملیونه امریکایي ډالره کیږي. دغه راز له ولسمشر کرزي سره افغانسوداگرو پلاوی هم شتون لري اوهمدا نن ولسمشر او پلاوي يې له هندي سوداگرو سره لیده کاته هم وکړه له هندي سوداگرو یې وغوښتل ترڅو په افغانستان کې پانگه واچوي او په افغانستان کې په سوداگریزو کارونو پیل وکړي. ولسمشر دغه راز دهند دحیدراباد له ښاره هم به لیدنه وکړي له لنډمهالې ادارې راوروسته دا دولسمشر کرزي څلورم سفر هند ته دی. ",ولسمشر کرزي له هندي چارواکو سره وکتل. 2267,," رحیم ګل څاروان داسلام دستر لارښود خیرالبشر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم دپیدایښت دورځې په مناسبت نن دافغانستان ټولې دولتي او نادولتي ادارې رخصت وې دا راز په تیرو ورځو کې دحضرت محمد ""ص"" دپیدایښت په اړه غونډې هم جوړې شوې وې. ",دمیلادنبوي (ص ) په مناسبت نن عمومي رخصتي وه 2268,," حضرت بهار = خوست  دري تنه زخيميان او شتږ تنه هغه وخت ووژل شول چې د خوست ولايت د باك ولسوالي په مربوطاتو كې د غيلجيو د نيازيو قوم د بابكرخيلو د قوم سره د ځمكې په سرجړه پيل كړه  دغه جګړه چې د شنبې په ماسپيښن ونښتله د يكشنبې تر ماسپيښن پوري يي دوام وكړاو ديكشنبې په ورځ هغه مهال  ارامه كړاي شوه چې كله سيمې ته ملي پوليس ، ملي اردو او د ايتلافي ځواكونو قواوې ور ورسيدې. د باك ولسوالي دخوست ولايت په ديرش كيلومتري كې موقيعت لري ",په خوست كې شپږ تنه دځمكې په سر جګړه كې ووژل شول 2269, پير محمد باوري," اوس نو ورته خانده د ښاغلي پير محمد باوري اثر دى چي د خندونکو ټوکو په درلودلو سره په ښکلي صحافت نارنج خپرندويه ټولني چاپ کړى.  نارنج خپرندويه ټولنه کندهار  Narenj_saq@yahoo.com Afghan.saq@gmail.com  0093 (0) 70303251 – 0093 (0)799166661 کندهار : افغان کتاب او قرطاسيه پلورنځي ارګ بازار کندهار  Afghan_saq@hotmail.com  0093 (0) 70369900 کابل : علامه حبيبي کتاب پلورنځى، دانش کتاب پلورنځى جلال آباد : عبدالحميد مومند کتاب پلورنځى ، ګودر کتاب پلورنځى پېښور: يونيورسټي بوک ايجنسي ، دانش کتاب پلورنځى ",اوس نو ورته خانده 2270,پوهاند علامه رشاد بابا (رح) ژباړه," بې لاسو ښځه د اکاډيمېسن پوهاند علامه رشاد بابا (رح) ژباړه چي د روسي ژبي څخه يې کړې، بې لاسو ښځه يو فولکوريک داستان دى چي يو ځل د علامه بابا په ژوند کي چاپ سوى او اوس بيا هم نارنج خپرندويه ټولني چاپ کړى دى.  نارنج خپرندويه ټولنه کندهار  Narenj_saq@yahoo.com Afghan.saq@gmail.com  0093 (0) 70303251 – 0093 (0)799166661 کندهار : افغان کتاب او قرطاسيه پلورنځي ارګ بازار کندهار  Afghan_saq@hotmail.com  0093 (0) 70369900 کابل : علامه حبيبي کتاب پلورنځى، دانش کتاب پلورنځى جلال آباد : عبدالحميد مومند کتاب پلورنځى ، ګودر کتاب پلورنځى پېښور: يونيورسټي بوک ايجنسي ، دانش کتاب پلورنځى ",بې لاسو ښځه 2271,عبدالباري جهاني," د سباوون په تمه په ٢٥٨ پاڼو کي نوي او آزاد شعرونه، غزلي او سندري، کيسې او نکلونه، پښتو متلونه او له انګريزي ادبياتو څخه شعرونه، پر سپين کاغذ او کلک جلد په درلودلو سره د نارنج خپرندويه ټولني چاپ کړى.",د سباوون په تمه 2272,عبدالباري جهاني," شپيلۍشپيلۍ نوى چاپ چي په ٢٨٤ پاڼو کي پر سپين کاغذ د کلک جلد او د غزلي او سندري، منظوم او ازاد شعرونه، کيسو او نکلونو په درلودلو سره نارنج خپرندويه ټولني چاپ کړى.  نارنج خپرندويه ټولنه کندهار  Narenj_saq@yahoo.com Afghan.saq@gmail.com  0093 (0) 70303251 – 0093 (0)799166661 کندهار : افغان کتاب او قرطاسيه پلورنځي ارګ بازار کندهار  Afghan_saq@hotmail.com  0093 (0) 70369900 کابل : علامه حبيبي کتاب پلورنځى، دانش کتاب پلورنځى جلال آباد : عبدالحميد مومند کتاب پلورنځى ، ګودر کتاب پلورنځى پېښور: يونيورسټي بوک ايجنسي ، دانش کتاب پلورنځى ",شپيلۍ 2273,عبدالباري جهاني," کوه طورکوه طور د ښاغلي جهاني پنځمه شعري ټولګه ده چي ٣٧٨ پاڼو کي په ښه صحافت د غزل نوي او آزاد نظمونه، داستانونه او متلونه پکښې دي، د نارنج خپرندويه ټولني له خوا دوهم ځل چاپ سوى دى.  نارنج خپرندويه ټولنه کندهار  Narenj_saq@yahoo.com Afghan.saq@gmail.com  0093 (0) 70303251 – 0093 (0)799166661 کندهار : افغان کتاب او قرطاسيه پلورنځي ارګ بازار کندهار  Afghan_saq@hotmail.com  0093 (0) 70369900 کابل : علامه حبيبي کتاب پلورنځى، دانش کتاب پلورنځى جلال آباد : عبدالحميد مومند کتاب پلورنځى ، ګودر کتاب پلورنځى پېښور: يونيورسټي بوک ايجنسي ، دانش کتاب پلورنځى ",کوه طور 2274,عبدالباري جهاني," غربي گلونه شرقي لمني د پښتو ادب هغه ستر ادبي اثر دى چي د شعر او شاعرۍ په ځلانده اسمان کي د يو ړون ستوري په څېر راڅرګند سو.نوموړى کتاب د کلک جلد په درلودلو سره په ٥٢٦ پاڼو کي د خپرندويه ټولني په ياداښت او د جهاني صاحب په سريزه په دې شرحه ډالۍ سوى دى: اهداءزما د ښايستې مېرمني معصومي روح ته!چي د ژوند په هر پړاو کي يې زما مرسته کړې، زما زړه يې پوړه کړى او زه يې په ځانباوري ساتلي يم او نن يې د ژوند ټولو ترخو ته يوازي پرې ايښى يم تقديم دى.  نارنج خپرندويه ټولنه کندهار  Narenj_saq@yahoo.com Afghan.saq@gmail.com  0093 (0) 70303251 – 0093 (0)799166661 کندهار : افغان کتاب او قرطاسيه پلورنځي ارګ بازار کندهار  Afghan_saq@hotmail.com  0093 (0) 70369900 کابل : علامه حبيبي کتاب پلورنځى، دانش کتاب پلورنځى جلال آباد : عبدالحميد مومند کتاب پلورنځى ، ګودر کتاب پلورنځى پېښور: يونيورسټي بوک ايجنسي ، دانش کتاب پلورنځى ",غربي گلونه شرقي لمني 2275,نصير ستوری,"  ستر پښتون، سیاستوال، د پښتنو د قامي وحدت سر لښکر، څېړونکی ، لیکوال، شاعر، او د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګوند مشر ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری دروان کال دوری د میاشتی په ۱۷ نېټه د جمعې په ورځ چې ۲۰۰۶ ع کال د اپریل د اوومی نېټی سره سمون خوري د کونړ ولایت ..... ستر پښتون، سیاستوال، د پښتنو د قامي وحدت سر لښکر، څېړونکی ، لیکوال، شاعر، او د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګوند مشر ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری دروان کال دوری د میاشتی په ۱۷ نېټه د جمعې په ورځ چې ۲۰۰۶ ع کال د اپریل د اوومی نېټی سره سمون خوري د کونړ ولایت پوري تړلی د خاص کونړ ولسوالۍ د تنر په کلي کې په خپله پلرنۍ هدیره کې په ډیر درناوي سره چې ګڼ شمیر سیاستوالو، پوهانو، لیکوالانو، شاعرانو، او د ستوري په زرګونو مینه والو د اوښکو په تویولو سره خاورو ته وسپارل شو.   د پښتونخوا خبريال له کنړ څخه ",د ارواښاد کبيرستوري جنازه خاوروته وسپارله شوه 2276,عزيز احمد خوارمل,"  دپارسي ويبپاڼو څخه  د عزيزاحمد خوارمل ژباړه   دلمړی ځل دپاره دامریکی مطبوعات د((سیمون هرش )) له خولی ليکي :",سپينه ماڼۍ او د ايران اټومي بټۍ . . . 2277,," هندوستان ته د افغان ولسمشر حامد کرزي په څلور ورځنى سفر کې دواړو هېوادونو د دوه اړخيزو اړيکو د لا پراختيا په موخه خپلو کې نن د پوهنې ، د کليو د پراختيا او د لگښتى توکود معيارى کولو په برخه کې ٣ تړونونه لاسليک کړل . په نوى ډهلى کې د حامد کرزى او د هند د لومړى وزير من موهن سنګ له کتنې وروسته د هند لومړى وزير له افغانستان سره د ٥٠ ميليونوډالر ونورې مرستې اعلان وکړ چې په دې سره د هند مرستې ٦٥٠ ميليون ډالرو ته جګې شوې . له کرزي سره په دغه سفرکې د کابينې يو شمير سرپرست وزيران، علما،سوداګر ، د ولسى او مشرانو جرګو استازى او مطبوعاتى ډله ملګري دي. دا څلورم سفر دى چې کرزي يې هند ته کوي . ",افغانستان او هند خپلو کې ٣ تړونونه لاسليک کړل 2278,," د هلمند د ګرشک ولسوالى کې نن ناپيږانده وسله والو کسانو د يو بريد په ترځ کې د خوراکى توکو د موټر يو چلوونکى وژلى دى او موټر زيانمن شوى دى. دغه بريد په هغو دوو موټرو شوى دى چې د قندهار څخه يې هلمند کې امريکايي ځواکونو ته خوراکى توکى ليږدول . په ګرشک کې ددولت يو ځايي چارواکي بينوا ته د پېښې پخلى کړى دى . ",هلمند کې دبريدپه ترځ کې يو موټر چلوونکىوژل شوى 2279,," د شمالى وزيرستان په قبايلى سيمو کې ددوشنبې په ورځ په ميرعلى کې ٥٠٠ مشران او سپين ږيرى جرګه شول او ديو پرکړه ليک په صادرولو سره يې د پاکستانى چارواکو څخه وغوښتل چې بنديان د خوشى کړى او عسکردې د ښارونو څخه ځايي سرحدى پولو ته وليږدوي .د جرګې يو مشر عبدالرحمن وويل چې په شمالى وزيرستان کې بهرنيان نه شته او دوى به دا پريکړې ته غاړه کې نيږدى چې دولت پر وسلو ګرځولو بنديز لګولى دى.دوى له حکومت سره خبرو کولو تيارى وښود، مګر په دې اړوند يې وړانديز هم درلود.قبايلى مشرانو هيله څرګنده کړه چې د جرګې د پريکړ درناوى دې وشي . ",په شمالى وزيرستان کې د قبايلى مشرانو ستره جرګه 2280,," د امریکایي ولسمشر جورج ډبلیو بوش د وروستي تردید په ځواب کې مشهور امریکایي ژورنالست سیمور هرش ویلي،چې دی پرخپله دعوا ټینګ ولاړ دی، چې واشنګټن پر اېران د اتومي وسلو پر استعمال غور کوي. جورج ډبلیو بوش تېره ورځ د نیویارکر هغه خبر غلط وباله،چې امریکایي چارواکي پر اېراني تاسیساتو د اتومي برید په اړه غور او څیړنې کوي. سیمور هرش وایي، پوځ له دغه کار سره مخالفت کوي، خو سپینه ماڼۍ ټینګار کوي، چې په بریدونو کې باید له اتومی وسلو کار واخستل شي. د امریکا د ډیموکراټ ګوند یوتن سناتور جان کیري ویلي،چې دا د امریکایي حکومت د کوبوای ډیپلوماسي څرګنده بېلګه ده. ",پر اېران د اتومي برید تیاری 2281,," د کونړ په مرکز اسعدا اباد کې پر یوه ښوونځي د توغندیو د لګېدو له امله شپږ تنه زده کوونکي شهیدان شویدي. د اې ای پي اژانس او العربیه په وینا، په پېښه کې ۱۵ تنه ټپیان شویدي. د پېښې د نورو جزياتو په اړه څه نه دي ویل شوي. ",کونړ کې شپږ زده کوونکي شهیدان شول 2282,," د چين په شمال د شانسى ايالت د يوان پينګ ښار په يو روغتون کې پرون درنده چاودنه شوې چې له امله يې ٢٧ تنه مړه شوي دي. دسين هوا خبرى رسنۍ ويلى چې د روغتون دوه پوړه ويجاړ شوي او تر يو کيلومترۍ پورې يې ودانيو ته زيان رسولى دى. د چاودنى لامل نه دى څرګند شوي . ",دچين د يو روغتون په چاودنه کې ٢٧ تنه مړه شوي دي . 2283,," هغه توند باد چې د يکشنبې په ماښام د ننګرهار په يو شمير سيمو کې پيل شوى وو، نن سهار ارام شو او تر شا يې ددغه ولايت يو شمير اوسيدونکى سخت وځپل او زيانونه يې واړول .د شيخ مټى دکډوالو خيمى يې له مينځه يوړې او لږترلږ ٢٥٠٠ کډوال ددغه طوفان له امله زيانمن شوي دي.باغونو او کروندو ته هم ډير زيان اوښتۍ،او تر دم ګړى چارواکى نه پوهيږى چې د زيان کچه څومره ده . ځپلى اوسيدونکى شکايت کوي چې ورسره هيڅ ډول مرسته نه ده شوې ،يوازې د ننګرهار ښاروالى تير ماښام د خوړو اواړينو توکو په برخه کې يو څه مرسته کړې ده. کډوال وايي ماشومان او بوډاګان يې د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي . دوى غوشتنه لري چې نړيوالې مرستې دې ژر تر ژره ورسره وشي . ",د ننګرهار ګڼ شمير اوسيدونکى توند باد وځپل 2284,,"   دسړک غاږې ته دایښودل شوي ماین دچاودنې له امله نن دجلال اباد په بهسودو کې څلور ملکي وگړي ټپیان شوي.  ",په جلال اباد کې چاودنه شوې. 2285,,"   نن سهار دکنړ په مرکز اسعداباد یو توغندی لگیدلی ویل کیږي دا توغندی په یوه ښوونځي ور برابر شوی چې لامله یې شپږ زده کوونکي شهیدان شوي او له شپاړسو نه زیات ټپیان شوي. ",په کنړ کې یوه توغندي شپږ زده کوونکي وژلي. 2286,,"   دطالبانو یوه ویاند خبري رسنیو ته ویلي چې دغو جنگیالیو له امریکایي او دولتي سرتیرو سره سخته نښته درلوده چې له امله یې ١٣ امریکایي او افغان امنیتي سرتیري یې وژلي خو لا هم امریکایي او دولتي ځواکونو دپیښې په اړه څه ندي ویلي. ",طالبان وایي دیارلس امریکایان یې په هلمند کې وژلي. 2287,," د کنړ يو امنيتى چارواکى امرالله خبرى رسنيو ته ويلى چې تر ٢٠ ډير توغندى په کنړ کې د پوليسو، نړيوالو ځواکونو او د پى ار ټى په مرکزونو لګيدلى دي . تر اوسه پورې د توعنديو د بريد د مرګ ، ژوبلې او زيان په هکله کره مالومات نشته ، يوازې د يو لومړنى ښوونځىد ٦ ماشومانو د شهادت او ١٥ ژوبل شويو د خبر پخلۍ شوى دى. په نښه شوى ښوونځى تر دريم ټولګى پورې وو او ١٥٠ تنو ماشومانو په کې زده کړه کوله .د يو بل رپوټ له مخې دننګرهار په مرکز د جلال اباد ښار په جنوبى برخه کې نن سهار د يوې بمى چاودنې له امله ٥ تنه دولتى پوليس ټپيان شوي چې د ٣ تنو حالت د اندېښنې وړ بلل شى دى . ",٢٠ توغندى پر کنړ پرېوتي 2288,,"   دطالبانو ویاند ډاکټر حنیف افغان اسلامي اژانس ته ویلي چې تیره ورځ یې دهلمند دکجکي درشید اباد په سیمه کې یو سیمیز قومندان وژلی خو تردې دمه دولتي چارواکو څه ندي ویلي. ",طالبانو په هلمند کې دیوه قومندان دوژلو ادعا کړې. 2289,,"   په راغلیو خبرونو کې ویل کیږي چې دطالبانو امریکایي ځواکونو تر منځ سخته جگړه شوې او دواړو لوریو ته مرگ ژوبله وراوښتې خو کوم رسمي لوري دا خبر ندی تائید کړي. ",ارزګان : دطالبانو او امریکایانو ترمنځ جگړه شوې 2290,,"   دطالبانو یوه ویاند خبري رسنیو ته ویلي چې تیره شپه دغو اورپکو دزابل په قلات کې ٨ دولتي امنیتي سرتیري وژلي خو دزابل امنیه قومندان محمد نبي ملاخیل بیا دا خبر درواغ بللی او ويل یې دي چې ددوی په سرتیرو طالبانو تیره شپه حمله کړې او دامنیتي سرتیرو په ځوابیه ډزو بیرته له سیمې تښتیدلي.   ",طالبان په زابل کې د ٨ سرتیرو دوژلو ادعا کړې. 2291,," افغان چارواکو او طالب اورپکو دا منلې چې تيره شپه د زابل ولايت مرکز قلات ته څيرمه د ملى اردو د ځواکونو او مخالف جنګياليو ترمينځ جګړه شوې ده . طالب اورپکو ادعا کړې ده چې ٧ تنه دولتى عسکر يې وژلي دي ، مګر د زابل د پوليسو مشر جنرال نبى ملاخيل بيا دا خبره نه منى او وايي،چې په دې جګړه کې هيڅ ډول مرګ او ژبله ددوى لورى ته نه ده رسيدلې . ",زابل کې دولتى ځواکونو اومخالف جنګيالوجګړه کړې 2292,," په افغانستان کې د المان دسرحدى پوليسو يو مسول چارواکى ( مايکل مارک)نن د تاجکستان په پلازمينه دوشنبه کې وويل : د افغانستان د لارو ساتلو پوليس او امنيتى چارواکى د نيشه يي توکو د ليږد په اړوند له قاچاقچيانو سره مرسته کوي او د افغانستان په پوليسو کې کمزورى د دې لامل شوى، چې قاچاقچيان د بډې په ورکولو سره هرځاى ته چې وغواړى د نيشه يي توکو پنډې وليږدوي .دىوايي : د سرحدى ، امنيتي ځواکونواو پوليسو ترمينځ د يوالى نشتوالۍاود وګړو د ثابت درامد او شغل کموالۍ هغه بنسټيزې ستونزې دي چې د نيشه يي توکو په وړاندې مبارزه کې خنډونه جوړوي .ده هغه ګردى ميز ته خبرې کولې چې د افغانستان په گډون د١٨ هېوادونو ا و ٩ نړيوالو سازمانو د کارپوهانو په ګډون د دوو ورځو له پاره د تاجکستان په پلازمينه کې د نيشه يي توکو پروړاندې د مبارزې سره د مرستې په موخه جوړ شوي دي. ",المان :افغان پوليس د قاچاقچيانو سره مرسته کوي 2293,,"   په کابل کې دملگرو ملتونوددفتر له اړخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان ته دملگرو ملتونو دسرمنشي استازی تام کوینگس نن سهار دکنړ په اسعد اباد کې په یوه ښوونځي دلگیدلي توغندي له امله چې ٦ زده کوونکي پکې وژل شوي  سخت خفه شوی او وایي حیران دی چې دا ډول خلک څرنگه فکر لري چې معصوم بیگناه د ښوونځي ماشومان وژني نوموړي ویلي افغانان اونړیواله ټولنه به هیڅکله دا ډول بریدونه کمزوري نکړي. ",ملگري ملتونه په کنړ کې دزده کوونکو پر وژنې خفه شوي. 2294,," د هغه توغندې له امله چې نن سهار د ٩ نيم بجو په شاوخوا کې د کنړ د اسعداباد ښار د سالار باغ په سيمه کې په يو جومات چې د ښوونځى کار هم ترې اخيستل کېده ، ولګيد د يوې نجلى په ګډون ٦ ماشومان په شهادت ورسيدل او د ٢ ښوونکو په ګډون ٢٤ تنه نور ماشومان ټپيان او ژوبل شول .ددغه زړه بږنونکى پېښې پړه لا تر اوسه چا نه ده په غاړه اخيستې . د بريد ټپيان په کنړ کې د امريکايي ځواکونو مرکز ته د درملنې له پاره ليږدول شوي دي .د پېښې ځاى ته د سيمې ډير اوسيدونکىد خپلو نازولو د حال او احول په موخه راټول شوي وو، او له بينوا سره يو شمير ځايي اوسيدونکويوازې د اوښکو په تويولو،ژړا ا ووايلا سره ددغه بريد غندنه کوله او له خبرو يې ډډه کوله . توغندى په کانګريټى برخه پريوتۍ وو ، چې چرو يې دا ډل درنده مرګ او ژوبله رامينځ ته کړې ده . ",په کنړ کې د ښوونځى ٣٠ ماشومان شهيدان او ټپيان شول 2295,," په کابل کې نن سهارد ايتلافى ځواکونو يو وياند جيمى يانتس په يوه خپره شوې پاڼه کې د طالبانو دا ادعا ردکړى ، چې د هلمندپه ( بهرام چه ) سيمه کې يې ١٢ تنه امريکايان وژلى دي . خبرپاڼه وايي په سيمه کې د دښمنانو پر ضد عمليات شوي ، چې نه په کې عسکر وژل شوى او نه په کې ولسى وګړو ته مرګ ، ژوبله او مالى زيان رسيدلۍ دى. طالبانو پرون ادعا کړې وه چې په هلمند کې يې ١٢ امريکايي اوافغان عسکر وژلي دي. ",په هلمند کې امريکايي عسکر نه دى وژل شوي . 2296,,"   ددوو ورځو ټاکنو وروسته په ایټالیا کې دټاکنو پایلې ښکاروي چې دکیڼې اړخي گوند مشر رومانو برودي له لومړي وزیر سلوی برلسکونې ټاکنې وړي. رومانو ویلي حق لري دایټالیا لومړی وزیر شي. ",په ایټالیا کې کیڼ اړخی گوند په ټاکنو کې بریالی شو. 2297,," بېنوا - کراچي د کراچي په نشتر پارک کي يوې درنې بمي چاودني تر پنځوسو زيات کسان وژلي او په لسګونو نور زخميان شوي دي . دا چاودنه هغه وخت رامنځته شوه کله چي په نوموړي پارک کي د اسلام د پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د زېږېدني جشن نيول شوی و .  د پاکستان د کورنيو چارو وزير شېرپاو وويل چي پلټني رواني دي تر څو دچاودني څرنګوالی مالوم کړي . د کراچي ښار ټول دولتي روغتونونه د تيارسی په حال کي دي ، او په سلګونو نرينه او ښځو د زخميانو له پاره د ويني ورکړه پيل کړې ده . د پاکستان د جميعت اسلامي د ګوند مشر قاضي حسين احمد وويل چي چاودنه ځانمرګی بريد نه بلکي د ريموټ کنټرول په واسطه رامنځته شوې ده . قاضي حسين احمد ددې چاودني سخته غندنه وکړه او پرپاکستاني ولس يې دداسي بريدونو دمخنيوي ږغ وکړ . په چاودنه کي د مړو شويو کسانو له ډلي د پاکستان د سني تحريک د ګوند مشر افتخار بټي  او د پاکستان د تحريک عوام و اهل سنت مشر حاجي حنيف هم وژل شوی دی .   ",په کراچي کي چاودني تر پنځوسو ډېر کسان ووژل 2298, هارون خپل," دا بهــــــــــــــــــار بې يــــــــــاره بې صنمه دا بهار کــــــــــــــــــــله بهـــــــــار دی غاټول پــــه زړه داغــــلی دا ګُلزار کـــــــــــــــله ګُـــلزار دی هر څه په وينــــو سره دي دې ګُلشن کــــي زمـا په وينــــو چي چور د زړه ښکلا سوه دا رُخســار کله رُخســار دی زه پروت يــــم بې وطنه د بېـلتون په شوګــــــيرو کــــــــــي رڼا د زړه چــي نـــه وي دا سهــــــــار کـــــــله سهـــــــــــار دی راوړې انـــــدېښنو مــــي نــن د زړه پــــر تخت غـــوغــــا ده په خوله که يـــم خاموشـه دا کـــــــــــرار کله کـــــــــــــــرار دی چي ميني د محبوب يې زړه او روح پـــه مستې نــــه کــــــړ دا مينه هر ځــايي ده دا نِګــــــــــــار کـــــــــله نِګــــــــــــــار دی چي نــــور يې لېونی پتنګ سوځــلی ، شــــــــيـدا نه کــــــړي دا هسي تمــــــاشـــــه ده دا انــوار کـــــــــــله انــــــــــــــــــوار دی غمزې د يار د سترګو چي لاهـــــــــــو او فنــــــــــــا نـــــه کـــــړم دا مـــــــی نه ګـــــــــڼم می دي دا خومار کــــــــله خومـــــار دی هــــــــــر څو که چم د زرکي په خِـــــــــرام خِـــــــرام روانــــــــــــــــــه جذبه د عشق چــــــــي نــه وي دا رفــــــــتار کــــله رفتـــــار دی بـــــــــــازارکي بې سالوسه هيــڅ متـــاع د فروخــــــت نســـــته چي می ،بُتخانه نه وي دا بــــــــــــــازار کـــــــــــله بـــــــــازار دی  زمــــــــــــا می آب کــــــــــــوثر دی بُتـــخانه د يــــــــار حــــــــــــــــرم حديــــــــث د يــــــــــار چي نه وي دا ګفتــــــــــــار کله ګفتار دی څوک وايي چي نغري مو بيا د ميـــــني په اور ډک ســــــــــول هيڅ زړه پــــــې نه تودېږي دا انګـــــــــــــار کــــله انـــــــــګار دی خونـــــــــــخور په سرو لاسونو د اِنصــاف پر ګدۍ ناست دی «خپل » وژني پـــــــردی پالي دا اغـــــــــيار کله اغــــيــار دی ما خُدايه يو نُښـــــان د شـــــمله ورو پــــــه کــــي نـــــه مــــــــــوند مريــــی دی د مـــريــــــانو دا ســــــــــــــا لار کـــله ســــــــالار دی چي لـــــــــمر د خپلواکۍ ، افغانــــيت يې په غُـــــــــروب کـــــــړ پر سر د نــــــــــــا مردانــــــو دا دســــــتار کــــــلـــــه دستـــــار دی محفِل د بد پېمــــــــــــــــــانو د وفـــــــــــــــا لاف و ګزاف کــــــړي وفــــــــــا يې پر جفـــــــــــا ده دا زينهــــــــــــــار کله زينهـــــــار دی د زړه تنده به کـــــــــــــله سي پرې مـــــــــــاته اې هــــــــــارونـــــــه ! بې زموږ له کـــــــــــــــــندهاره دا انــــــــــــــار کــــــــــله انــــــــار دی ",دا بهــــــــــــــــــار 2299,," د ارواښاد ډاکټر کبیر ستوري کورنۍ ، او د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند  ( PSDP ) مشر تابه هیئت ټولو خپلوانو او دوستانو  ته خبر ورکوي چې د هیواد ملي شخصیت،  نامتو پښتون سیاستوال، د پښتنو د قامي وحدت سر لښکر، څېړونکې ، لیکوال، شاعر، د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګوند بنسټ ایښودنکي او مشر ډاکټر کبیر ستوري فاتحه د ارواښاد د کورنۍ ، دوستانو ، سیاسي ملګرو لخواچې جنازه د 2006 زېږديزکال داپريل پر اوومه نېټه جمعې په ورځ  په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپار شوې ده. فاتحه د روان کال د 2006  زېږديز کال د شنبې ( خالي ) په ورځ د اپریل په 15  نېټه په پېښور کې په لاندي پته اخستل کیږی: نېټه : 15  اپریل 2006  زېږديز وخت: د سهار د 9 نه تر 12  بجو پوري ځای:  سپـین جماعت یونورسټی روډ پـېـښور / پښتونخوا   د اړتیا په وخت کې کولای شی چې په لاندي لمبرو تماس ونیسئ. 0092- 3339401149 0092- 3339103409 ",پېښور: د ارواښاد کبير ستوري د فاتحې خبرتيا 2300,," ښونځۍ مي راته سوځي  نويده غزل : کندهار  زه ددې کلي نانزکه په دې کلي کښي مي کور دی  دلته بوري ميندي ژاړي  له دې کلي مي زړه تور دی  دلته زور او ظالمان دي  دلته خلک کافران دي  له تعليمه لري کرکه  له اياته منکران دي  په بمونو يې وژلي  د ښونځيو ماشومان دي  ښونځۍ مي راته سوځي  له مکتبه سره وران دي  نه پوهيږم دا کوم دين دی  دوی پر کومه خوا روان دي ؟  دوی د مور او دپلار مينه  د اولاد شيرينه وينه  په بمونو څنګه وژني ؟  په بمونو څنګه وژني ؟  دوی زامن که شرمښان دي ؟  دوې پلرونه که لېوان دي ؟  زه غزل ورته حيرانه  چي دا څنګه انسانان دي ؟ ",د کنړ د معصومو زده کونکو شهیدانو په یاد 2301,," د ايران ولسمشر محمود احمد نژاد نن د مشهد ښار کې يوې سترې ناستې ته رسما وويل : ايران د اتمى هېوادونو له ليکې سره يوځاى شو او په دې بريالى شو چې يورانيم غنى کړي . په دې سره ايران په نړۍ کې اتم هېواد دى چې يورانيم غنى کولاى شي . احمد نژاد ټينګار وکړ چې پروګرامونه يې سله ايزدى او د ايران خلک د خداى پاک په قدرت توکل لري . امريکا د ايران د دريځ په وړاندې ويلى چې ايران د تيروتنې په تګ لوري ګام اخلى او ايران ته بايد اجازه وره نه کړاى شي چې اتمى وسله توليد کړي . ",ايران د اتومى هېوادونو په ليکه کې راغۍ 2302,," د خوست د امنيتى چارو امر محمد زمان د خوست ښار په ختيځه برخه کې د ايتلافى ځواکونو قرارګاه ته نيږدې نن مازديګرديوې چاودنې پخلۍ کړى او وايى چاودنې مرګ ،ژوبله او زيان نه درلود او اتکل کيږى چې د ريموټ کنټرول له مخې ترسره شوې وي . د چاودنې په اړوند څوک نه دى نيول شوى او نه يې کومې ډلې پړه پر غاړه اخيستې ده . ",خوست کې چاودنه شوې 2303,," د کابل هوايى ډګر د ګمرکاتو مشر خليق بينوا ته وويل ،کارکوونکى يې په دې توانيدلى چې د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د ٦ ټوکو دينى اثارود قاچاق مخنيوى وکړي ، چې لرغونتوب يې تر څلور سوو کلونو پور اټکل شوى دى . د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو منلې چې ترلاسه شوي اثار چې دوه ټوکه ژباړه شوى قرانکريم، ٢ ټوکه مشکات شريف ، ١ ټوک جواهرالتفسير او يو ټوک تفسير حسينى دي له ٣٠٠ څخه تر ٤٠٠ کلونو پور ې تاريخى لرغونتوب لري . د هوايي ډګر سرحدى پوليسو د ترلاسه شويو دينى اثارو د قاچاق په تور د اريانا شرکت څلور تنه تخنيکى کارکوونکى نيولى . د چارواکو پر وينا دوى غوښتل نوموړى اثار هند ته وليږدوي . ",د تاريخى اثارو د قاچاق په تور ٤ تنه نيول شوي 2304,," د هلمند د ګرشګ ولسوالى د سپين جومات په سيمه کې نن سهار د ٨ بجو په شاوا کې د يو پخوانى منصبدار په موټر کې چاودنه شوې چې له امله يې ٢ تنه پوليس ټپيان شوي دي .د ګرشک جنايي امر امان الله بينوا سره د خبرو په ترځ کې د پېښې پخلۍ کړى دى او وايي چې دغه چاودنه د حاجى عبد القدوس په لنډکروزرموټر کې شوې ده . عينى شاهدان بيا د يوپوليس د وژل کيدو خبره هم کوي . له بل لورى د طالب ارپکو يو وياند قاري يوسف بيا ويلى چې د ملى اردو ٥ تنه سرتيري يې په دغه چاودنه کې وژلى دى. ",په هلمند کې چاودنه شوې . 2305,," د هغې درندې بمى چاودنې د مړو شميره چې پرون مازديګر د پاکستان د کراچۍ ښار په نشتر پارک کې دلمونځ کوونکو او خلکو ترمينځ رامينځ ته شوه ٥٧ تنو ته رسيدلې ده. د پاکستان دولتى تلويزين دغه شميره اعلا کړه او دکراچۍ د پوليسو د يو چاراواکى نياز احمد صديق له خولې يې ويلى چې د بم وزن ٥ کيلو ګرامه اټکل شوى دى او هغه چا چې له ځان سره درلود په بشپړه توګه له مينځه تللى دى .چارواکى ويلى ٦ مړى نه پيږندل کيږي او د١٠٠ څخه زيات کسان ټپيان شوي چې د يو شمير حالت د اندېښنې وړ دى .د پاکستان ولسمشر جنرال پريز مشر او لومړى وزير شوکت عزيز د چاودنې غندنه کړى او د پېښې د پوره څيړنې او د عاملينو د نيولو دستور يې ورکړى دى. اهل سنت ددغه غمجنې پېښې له امله ٣ ورځې وير اعلان کړى دى.دغه چاودنه هغه مها ل رامينځ ته شوه چې گن شمير وګړى د حضرت محمد (ص) د زيږدنې د کليزى په مناسبت په نشتر پارک کې راټول شوي وو .په مړو شوو کسانو کې د اهل سنت يو شمير مشران هم شته .له دغه خونړۍ پېښې وروسته نن هم د کراچى شار پلورنځى تړلى دي. ",کراچى کې دبمې چاودنې دمړو شميره ٥٧ تنوته ر سيدلې 2306,," د کندهار والى اسدالله خالد نن خبرې ناستې ته د ملا شفيق تر مشر لاندې د ترهګرو د يوې ٤ کسيزې ډلې د نيولو خبر ورکړ او ياده يې کړه چې دغو کسانو په ٣ چاودنو او يو ځانمرګې بريدکې د لاس لرلو په اړوند اعتراف کړى او له دوى څخه به نور تحقيقات هم وشي . ده پرته له دې چې ووايې چې نيول شوي کسان په کومه ډله پورې اړه لري يوازې څرګنده کړه چې په تيرو دريو ورځو کې دغه کسان نيول شوي دي. ",د ترهګرو ٤ کسيزه ډله کندهار کې نيول شوې 2307,," مصر اعلان کړى چې د اسلامى جميعت ګوندد بنسټ ايښودونکى په ګډون يې ددغه ګوند ٩٠٠ تنه غړى له جيل څخه خوشي کړي دي .په خوشي شوو کسانو کې يو شمير داسې بنديان هم وو چې له ٢٠ کلونو څخه را په ديخوا بنديان وو او په تيرو لسو ورځو کې له بند څخه خوشي شوي دي. اسلامى جميعت ګوند ديو بل الجهاد ګوند سره په کال ١٩٧٠ کې جوړ شو چې بيا وروسته په کال ١٩٨١ کې د مصر د پخوانى ولسمشر انور السادت د وژنې په دسيسه تورن شو . ",مصر د اسلامى جميعت ٩٠٠ غړى له بنده خوشي کړي 2308,," د خوست د پوليسو يو چارواکى نن بينوا ته د ټيلفون په ليکه وويل چې د على شير په ولسوالى کې يې ١٨٠٠ کيلو ګرام پاخه چرس چې بيه يې ١٨ ميليون افغان اتکل شوې ترلاسه کړي دي . همداشان د کندهار و الى اسدالله خالد بيا د پنجوايى ولسوالۍ کې ديوداسې کس د نيولو خبره وکړه ، چې ٨٥ کيلو ګرامه پوډريې ليږدوو. په ننګرهار کې هم پوليسو ١٨ کيلو ګرام ترياک نيولى دى . ",په خوست او کندهار کې چرس او پوډر لاس ته راغلي 2309,," نن د کندهار ښار دمحکمې په يوه علنى قضايي ناسته کې د يو لس کلن ماشوم د تښتولو او وژلو په تور ٣ تنه تورن کسان د اعدام په جزا محکوم شول او يو بل کس ته د ١٥ کلونوبند تيرولو جزا واورول شوه. دغه کسان يوه مياشت وړاندې وروسته له هغو ونيول شول چې د کندهار ښار په پنحمه ناحيه کې يې يو ١٠ کلن ماشوم تښتولى وو. دوى د ماشوم د خلاصون په بدل کې د هغه له کورنى څخه پيسې غوښتې وي ، چې دنه لرلو اوورکولو له امله وروسته تښتول شوى ماشوم وژل شوي وو. ",٣ تنه په کندهار کې د اعدام په جزاګرم و بلل شول 2310,," د الجزيرى خبرى مرکز د بشرى حقونو د عربې کميټې له خولې رپوټ ورکړى ، چې د پرديو له خوا د عراق له اشغال وروسته ١٠٠٠ عراقى پوهان په عمدى توګه او د يوې برنامې له مخې وژل شوي دي.کميټه زياتوى د ١٠٥ وژل شو و کسانو اسناد شته اودغه کسان د هغو کسانو له ډلې څخه نه دي چې په اتفاقى ډول د وژل شوي وي .په رپوټ کې د بغداد د پوهنتون مشر محمد الراوى وژنې ته ګوته نيول شوي چې د ٢ تنو وسله والو کسانو له خوا په کال ٢٠٠٣ کې ووژل شو . ",لږترلږ ١٠٠٠ عراقى پوهان په عمدى توګه وژل شوي 2311,," د ( چاينا ديلي) ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې ليکلي ، چين په دې لټه کې دى چې له امريکا نه ٨٠ وزره بوئينګ ٧٣٧ موډل الوتکې وپېري . د دغو الوتکو بيه لږترلږ ٤ ميليارد او ٦٠٠ ميليون ډالر اټکل شوې ده . اټکل کيږي چې د پېرودنې تړون يې په راتلونکو څو اونيو کې بشپړ شي دا خبر په داسې مهال کې خپريږي چې د چين ولسمشر هوجين تاو به يوه اونۍ وروسته امريکا ته لاړ شي . ",چين له امريکا نه ٨٠ وزره بوئينګ الوتکې پېري . 2312,," د کابل ښار په زړه د( شش درک)په سيمه کې نن سهار د ٩ بجو په شاو خوا کې وسله والو کسانو چې د ملى اردو يونيفور ( جامې) يې په ځان کې وې د يوې شخصى موسسې (د افغانستان نړيوال بانک)په موټر بريد کړى دى ، چې له امله يې يو تن وژل شوى او د موټر چلوونکى ټپى شوي دي. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند ستانکزى د پېښې پخلۍ کړى او وايي چې په دې اړوند کلکې پلټنې پيل شوي دي. عينى شاهدانو بينوا ته وويل چې وسله وال بريد کونکى په وسلو سمبال وو اوموټر يې د ملى اردو لمبر پليټ درلود او شميره يې تر ١٠ تنو رسيده .د يو بل رپوټ له مخې پرون د بهرنيو چارو وزارت ومخې ته د يو موټر څخه ٤٥ لکه کلدارې غلا شوي دي. ",په کابل ښار کې د غلا وسله وال بريد ترسره شو 2313,," کندهار: چارشنبه  په ورزشي لوبغالي کي د هرات ولايت د فټبال لوبډلي او کندهار ولايت د نويو ځوانانو د فټبال لوبډلي ترمنځ  سيالي ترسره سوه، چي دوه د صفر په مقابل کي د هرات فټبال لوبډلي په ګټه پاى ته ورسېده، د هرات ولايت لوبغاړي چي د درو لوبو د ترسره کولو لپاره کندهار ته راغلي، لومړۍ لوبه يې په دوشنبه له کندهار فټبال لوبډلي سره وسوه، چي دوه د صفر په مقابل کي د کندهار لوبډلي په ګټه تمامه سوه، او دريمه لوبه به يې د جمعې په ورځ بيا هم د کندهار په ورزشي لوبغالي کي د آرين له فټبال لوبډلي سره ترسره سي. دا لوبي په داسي حال کي ترسره کېږي چي په کندهار کي د ټول افغانستان په سطحه د فټبال د سياليو ټورنمنټ په پام کي نيول سوى و، خو د وروستيو بد امنيو له امله پاته سو. ",د کندهار او هرات د لوبډلو ترمنځ دوهمه سيالي ترسره سوه 2314,," د بغداد په ٦٠ کيلومترى د يعقوبه ښار په شمالى څنډه کې د شيعيګانو يو جومات ته نيږدې نن د يوې درندې چاودنې له کبله ٢٥ تنه مړه او لږترلږ ٦٠ تنه ټپيان شوي دي.د پوليسو په وينا چاودنه په يو موټر کې رامينځ ته شوې ده . همداشان د چهار شنبې د ورځې په يو شمير نور جلا -جلا پېښو کې ١٧ تنو عراقيانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى . ",په عراق کې د يوې چاودنې له امله ٢٥ تنه وژل شوي 2315,," د امريکايي ځواکونو يوې سرچينې ويلى، چې د يو لړ عملياتو په ترځ کې، چې د ايتلافى او د افغانستان د ملى اردو د ځواکونو له خوا په کنړ کې ترسره شوي ٦ تنه شکمن جنګيالى يې وژلى دى . دغه عمليات وروسته له هغه په سيمه کې پيل شوي دي ، چې د يوښوونځى ٧ تنه ماشومان د يو توغندې د بريد له امله په شهادت ورسيدل او يو شمير نور ټپيان شول . ",٦ تنه شکمن جنګيالى په کنړ کې وژل شوي دي. 2316,," میرویس جلالزی په افغانستان کښي د امريکايي ځواکو د بګرام له اډي د استخباراتي معلوماتو يوه بريښنايي ديتا (هاردوير) ورکه شوي ده د امريکا پوځ وايي دوي نه پوهيږي چه دا فلش ديسک يا بريښنايي مازغه چا او په څه ډول له دي اډي نه ويستلي او په کوم لوري يي وړي دي. ويل کيږي په دي فلش ديسک کي د څلورو امريکايي جنرالانو په اړه  معلومات هم شامل دي. د بګرام له هوايي اډي نه بهر په لسګونو هغه دوکانونه موجود دي چه پکښئ د امريکايي ځواکو د کمپيوټرو زړي پرزي خرڅيږي. امريکايان له دي کار نه سخت په ويره کښي دي. په دي بازار کښئ يو خرڅونکي وويل چه امريکايي ځواکو د دوي ټولي هټي پلټلي خو څه يي ندي تر لاسه کړي او دوي ته دا څرک نه لګيږي چه دا له چاه سره دي. د بګرام په هوايي اده کښئ په زرګونو تنه امريکايي پوځيان ځاي پر ځاي دي چه سخته څارنه يي کوي. د يادوني وړ ده چه څه موده وړاندي له دي بند نه د القاعده ډلي دري تنه وتلي غړي په تيښته بريالي شول چه وروسته يي بيا حال له سعودي عربستان خپور شو. ",دامريکايي پوځ دبګرام استخباراتي معلوماتوورک شوي 2317,," میرویس جلالزی دامريکا متحده ايالاتونو په ګن شمير ښارونو کي د کډوالي د قانون پر خلاف ستري مظاهري وشوي. د کډوالي په اړه د امريکا د کانګرس نوي قانون لاتيني امريکا څخه د ورغلو کډوالو د قانوني بلل کيدو خنډ ګرځي .   په واشنگټن او دالاس ښارونو کي په سلگونوزره خلکو مظاهري وکړي ورته مظاهري چي لسگونو زرو خلکو پکي گدون کړي وو په په نورو ايالاتونو کي هم ترسره شوي.دوي پرخپلو شعارونو ليکلي وو""مونږ نن مظاهري کوو سبا به رايي هم ورکوو"" دوي غوښتل چه د متحدوايالتونوکانګرس دي ته وهڅوي څو ناقانونه کډوالو ته هم د پاتي کيدو حق ورکړ شي . په امريکا کي څه نا څه ١١ مليونه خلک دغسي يو چانس ته سترګي په لاره دي . ",دامريکا متحده ايالاتونو کي ستري مظاهري وشوي. 2318,,"   نن دهلمند په مركز لښكرګاه ښار كې ديوه ځانمرګي بريد له امله دبريطانيوي ځواكونو دوه سرتيري ټپيان شوي يو عام وګړي يې وژلي او پخپله ځان وژونكي هم له منځه تللي ",هلمند كې دوه بريطانيويان ټپان شوي 2319,,"   نن دسهار دلمانځه له ادا كولو وروسته دقندهار دعلماو دشورا  غړي سيدمسعود شاه دناپيژاندو وسلوالو تر بريد لاندې راغی او ژوند يې له لاسه وركړ نوموړی پخوا هم ګواښول شوی وه ",دقندهار دعلماو دشورا غړي وژل شوي 2320,,"   دطالبانو وياند قاري يوسف احمدي خبري رسنيو ته ويلي چې تيره شپه هغه مهال چې امريكايي سرتيري په تالاشي بوخت ول طالبانو پرې حمله كړې چې له امله يې ٦ امريكايان دارزګان په ترينكوټ كې وژلي طالب وياند ىا هم وايي چې درې طالبان هم وژل شوي لا تردې دمه امريكايي ځواكونو څه ندي ويلي ",طالبان: شپږ امريكايان مو په ارزګان كې وژلي 2321,,"   دخوست-ګرديز په لويه لاره نن دوه پوليس هغه مهال ووژل شول كله چې ددوی موټر دسړك غاړې ترڅنګ دخښ شوي ماين وخوت ددې خبر پخلی دخوست امنيه قومندان جنرال ايوب كړی دوه نور پوليس هم پدې پيښه كې ټپيان شوي  ",خوست كې دوه امنيتي پوليس وژل شوي 2322,,"   دا جګړه دقندهار په ميوند ولسوالۍ دسنګ سر په سيمه كې نن له سهار پيل شوې وه او ترمازديګره يې دوام درلود جګړه دملي اردو او طالب جنګياليو ترمنځ وه په جګړه كې له الوتكو هم كار اخيستل شوی وه ويل كيږي مرګ ژوبله يې رامنځته كړې ",دميوند په ولسوالۍ كې سخته وسلواله جګړه شوې 2323,,"   دافغان او ائتلافي ځواكونو له لوري نن دكنړ په ولايت كې ددوهمې ورځې لپاره دمخالفينو په وړاندې سخت عمليات شوي ويل كيږي ٦ مخالفين نن بيا هم وژل شوي ",كنړ كې نن هم دمخالفينو پر وړاندې جګړه روانه وه 2324,,"   دائتلافي ځواكونو خپره شوې خبرپاڼه كاږي چې تيره شپه دغو ځواكونو دملي اردو په ملتيا دوه طالب جنګيالي وژلي او دوه نور يې ټپيان كړي پدې وروستيو كې ارزګان هغه ولايت دی چې تل ترې دناخوالو خبرونه وركول كيږي. ",ائتلافي ځواكونه دطالبانو دوژلو ادعا كوي 2325,," کندهار: د جمعې د ورځي په ماځيګر د کندهار په ورزشي لوبغالي کي د هرات د استقلال او کندهار د آرين فټبال لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره سوه، چي دوه د يو په مقابل کي د هرات د استقلال لوبډلي په ګټه پاى ته ورسېده، دا درې ورځنۍ سيالۍ چي د تيري دوشنبې راهيسي پيل سوي وې، لومړۍ لوبه يې کندهار ګټلې وه او دوې وروستۍ يې د هرات لوبډلي وګټلې. ",کندهاراو هرات ترمنځ لوبه دهرات په ګټه پاى ته ورسېده 2326,,"   دحماس اسلامي فلسطيني ګوند يوه مشر او دفلسطين اوسمهاله لومړي وزير اسماعيل هنية نن دجمعې دلمانځه له ادا كولو مخكې دغزې په جباليا كې فلسطينيانو ته خبرې كولې نوموړي وويل هيڅ فشار لاندې به ځان رانه ولي كه نړيوال هم ورسره مرستې بندې كړي نوموړي وويل زيتون او مالګه خوراك وګرځوي خو دچا فشار به ونه مني د فلسطين له اوسمهالې ادارې سره چې دحماس تر مشرۍ لاندې جوړه شوې امريكا او نور اروپايي هيوادونه غواړي اسرائيل دې په رسميت وپيژني. ",اسماعيل هنية: دچا دفشار راوړلو په كيسه كې نه يو 2327,,"   نن دهند د پلازمينې نوي ډهلي دجاما په مسجد كې دوه پرلپسې درنې چاودنې وشوې چې لږ تر لږ يې ٦ لمونځ كونكي وژلي پوليسو پلټنې پيل كړي چاودنه هغه مهال منځ ته راغلې چې ګڼ شمير لمونځ كونكي دجمعې دلمانځه دادا كولو لپاره مسجد ته ورغلي وه.  ",د نوي دهلي په يوه مسجد كې درنه چاودنه شوې 2328,هارون خپل,"  شين اسمــــــــــــــــــانه بـــــــــــې پهـــــــــــــــنا يې ! لــــــوی، عظيم ، لـــــوړ او بــــــــــالا يـــــــــــــې ! تــــــــــــا کـــــــي عرش، مِعراج ،کــــــــرسۍ ده! تـــــــــــا کي لمـــــــــر، ستوري، سپوږمۍ ده! تــــــــــــــا کـــــــــــي پټ کهــــــــــــــکشانونــــــــه ! تــــــــــــــا کــــــــي ورک دي عالمـــــــــــونــــــــه ! ستــــــا قبضه پــــــــــــــــــــر هر مکــــــــــــــان ده ! ســـــــــتا سُلطَه پـــــــــــــــــه هــــــــر زمــــــــان ده ! تـــــــــــــه هـــــــــــــمېش يې جـــــــــــــــاودان يــې ! بـــــــــــــې آغازه بې، پـــــــــــايـــــــــان يــــــــــــــــې ! تــــــــــــــــــــه د څــــه هستــېيو مــــــــــــــــور يـــې!؟ تـه د څـــــــه رازونــــــــــــــــــــوکــــــــــــور يـــــــــې!؟ تــــــــــــه جـــــــادو کړې جادوګــــــــــــــــــــــر يـــــې ! ته عِشوه کـــــــــــــړې جـــــــــــــلوه ګـــــــــــــــــــر يې ! ستا په لاس کـــــــــي ټــــــــــول هونــــــــــــــــــر دی ! ســـــــتا ګردښـــــــــــت کــــــــــــي لـــــــــوی اثـــر دی! څوک له تـــــختـــــــــــه پر تخـــــــتــــه کــــــــــــــــړې ! څـــوک په اور کــــــــــي اســـــــــــــوده کـــــــــــــــړې ! د چــــــــــــــــــــا عِشق پـــــــــر بُتخــــــــــــــــانه کــړې ! د چـــــــــــــــــــا ميـــــــــــــــــــــنه پر کعـــــــــــــــبه کړې ! زا هـــــــــــــــــــد خــــــــــــــوښ پــــــــــــــه خلـــــــــوتونو رِنــــــــــــــــــــــــدان مست په ډک جـــــــــامونـــــــــــــو ګــــــــــه سايل ا ميــــــــــــــر، پاچـــــــــا کــــــــــــــړې ! ګـــــــــــه سُلطان، اميـــــــــر ګــــــــــــــــدا کـــــــــړې ! څـــوک « عُمــــــــر » عـــــــــــادل سالار کــــــــــــــړې ! څــــوک « يزيد» غــوندي خونخـــــــوارکــــــــــــړې ! چــــــاتـــــــــه عِشق ورکـــــــــــړې دِلــــــــــبر ســـــــې ! لـــــــــه چــــــــــــا زړه بــــــــــاسې خنجــــــــــر ســـــې ! دچــــــــــــــا زړه پـــــــــه نــــــــــــــور روښــــــــان کـړې! د چــــــــــا روح پـــــــه ظُـــــــلمت وران کـــــــــــــــړې ! څوک پــــــــــه حُـســـــــن يګــــــــــــا نـــه کـــــــــــــــړې ! څوک په فــــــــضــــــــل آراســــــــته کــــــــــــــــــــــړې ! چــــــــاتـــــــــــــــه خــــــــــاوري ،خــــــټي زر کـــــــړې ! چـــاتــــــــــــــــــه ســــــــــــــــيم و زر ضـــــــــرر کــــــړې ! شريعـــــــــــت ورکـــــــــــــــــړي نــــــــــــبي تـــــــــــــــــــه مُعرفـــــــــــــــــــت ورکـــــــــــړې ولــــــــــــــــي تـــــــــــــه څـــوک « قارون » کــــــــــړې پــــــــــــــه شــــــــــومېيو ! څوک « حـــــــــــاتم » کــــــــــــــــــړې په نـــــــــــېکيو!  قبض و بســـــــــــط دي يــــــــــــــــــــــونښــــــــــــان دی نـــــــــــــــــــور و نــــــــــــار دي بـــــــــــــل جهــــــــان دی د هـــــــر چـــــــــا پــــــــه زړه اګـــــــــــا يــــــــــــــــــــــــــې ! پــــــــــــــه هـــــــــر ږغ ، خواست شِنـــــــــــوا يــــــــــــې ! چيــــــــري دښت و غـــــــــــــــــــــــــــر ګُلـــــــزار کــــــړې ! چــيري بـــــــــــــــــاغ ، ګُلشــــــــــــــــــن نـــــــاتار کـــــړې ! چـــــــــــــــيري هست نــــــــــــــــــــوي ملکــــــــــــــونــــــــــه چـــــــــــــــــــــــــــــيري وران ابـــــــــــــــــــــــــاد ښــــــارونــه پـــه هــــــــيڅ چـــــــــــــــــــــــــــــــا دي پـــــــــــروا نستــــــه ! پــه هـــــــــــيڅ کـــــــــــــــار دي خطــــــــــــــــــــــــا نســـته ! څـــــــــــــــــــــــه بې نېــــــــــــــــــازه ، بــــــــــــــــــې پروا يې ! څـــــــــــــــــــــــه بــــــــــې شـــــــــــــــانــه ، بې همـــــتا يــې ! تــــــــــه دادګــــــــر يې فېصـــــــــــــلې کـــــــــــــــــــــــــــړې ! پـــــــــــه هـــــــــر حُــــــــــــــکم مُعجـــــــــــــــــــــــــزې کـړې ! شهنشـــــــــــــــــــــــاه يې پـــــــــــــاچهي کـــــــــــــــــــــــــــــړې پــــر عــالَــــــــــــــــــم دادګســــــــــــــــــــتري کــــــــــــــــــړې !  ستــــــــــــــــــــــــــــــا فرمـــــــــــــــــــــان کــــــــُن فيکون دی په شـــــــــــېبو کــــــــــــــي يــــــــــــــې ازمــــــــــــــــــــون دی * * ** *  نن پــــــــــــــر مـــــــوږ هــــــــم يـــــــو ګــــــــــــذر کـــــــــــــړه ! نن پر مـــــــــــــوږ هـــــــــــــــم يـــــــــــــــــــو نظــــــــــــــر کړه !  د افغــــــــــــــان پــــــــــــر مېنــــــــــــــــــه جنــــــــــــــــګ دی  زمــــــــوږکــــــــــورګــــــــی پــــــــــــه وينو رنـــــــــــګ دی د پــــــــــــــــــر دو پــــــــــــــــــــــــه لاس بـــــــــــــــــــــــــازي ده  د خـــــــــــــــــــــــونخــــــــــــــــــوارو حــــــــــــــــــــــــــريفــي ده څــــــــــــــوک د ســـــــــــرو دي، څوک تـــــــــــــــــــــــــــــورو څوک د سپينــــــــــــــــــــــــــــــــــــو، څــــــــــوک د نــــــــورو دلتـــــــــــــــــــــه هـــــــــــــر يــــــــــــــــــــو ګُمـــــــــــــــاشته دی د پـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــردو د لاس آلـــــــــــــــــــــــــــــــــه دی د افـــغــــــــــــــــــــــــــان وينــــــــــــــــــــــــي بهــــــــــــــــــــــــيږي د اغيـــــــــــــــــــــــــــــار زړونـــــــــــــــــــــــــه سړيـــــــــــــــــــــږي څـــــــــــوک د تــــــــــاج و تخـــــــت دعـــــــــــوه کـــــــــــــــــړي څــــــــــوک د مـــــــــال ، دولـــــــــــــت اســـــــــره کــــــــــــــــړي څــــــــــــــــــــــــوک د نــــــــــــــــــــوم او شهــــــــــــــــــــــرت وږي څــــــــــــــوک د شـــــــــــــــأن او شـــــــــــــــوکت تـــــــــــــــــــــږي هـــــــــــــــــــر څــــــــــــوک ظُلــــــــــم کـــــــــــړي خونـــخوار دی هــــــــــــــــــر څوک زور ښــــــــــــــــــــــــــيي جبـــــــــــــــــــــار دی هـــــــــــــــــــر څوک خيـــــــــــــــــال د بــــــــــــادارۍ کـــــــــــــړي  لـــــــــــوی غرور د فِرعـــــــــــــــــــــــــــــــونۍکـــــــــــــــــــــــــــړي نـــــــــــــــــه پــــــــــــــــــــــــه فــــــــــــــــکر د نېســــــــــــــــــتۍ دي نــــــــــــــــــه پــــــــــــــــه ذکـــــــــــــــــــــر د هســـــــــــــــــــــــتۍ دي د شېطـــــــــــــــــــــان پـــــــــــــــــــر خــــــــــــــــــــــــــــرو سپاره دي د دجـــــــــــــــــــــــــــــــــــال د لښـــــــــــــــــــکر ملــــــــــــــــــــــــه دي * *** *    شيـــــــــــــــــــــــــــــن اسمـــــــــــــــــــــــانـــــــــــه تـــــــــــــــاتــه ژاړم ! تــــــــــــــــه قـــــــــــــــــــادِر يـــــــــــې په تــــــــــــــا ويــــــــــــــــــاړم ! تـــاتــــــــــــــــــــــــــــــــه حــــــــــــــــــــال وايم دادګـــــــــــــــر يـــــې ! تـــــــاتـــــــــــه عرض کړم چـــــــــــــــــاره ګـــــــــــــــــر يــــــــــــــــې ! نـــــــــن زمــــــــــــــوږ پــــــــــــر کـــــــــــور رڼــــــــــــــا کـــــــــــــــــړه ! د نــــــــــــــامـــــــــــــردو مـــــــــخ سيـــــــــــــــــــــــا کــــــــــــــــــــــــړه ! زورمنــــــــــــــــــــــدان لکـــــــــــــــــه بڼـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــکي  د تـــــــــــــــــــــــوپـــــــــــــــــــــان پـــــــــــــــــــه غېږ کي ورَ کــــــــــي آمو مســــــــــــــــــــــــــت کــــــــــــــــــــړه په موجــــــــــــــــــــــــونــــو د ژونــــــــــــــــــــــدون پـــــــــــــــــــــــــه ارمــــــــانــــــــونـــــــــــــــــــــــو د هِلمــــــــــــــــــند څپـــــــــــــــــــــــــې اوږدې کـــــــــــــــــــــــــــــــــړه ! پرې سمســـــــــــــــــــور دښـــــــــــــــت و مېــــــــــــــرې کــــــــــــــړه ! پــــــــــــــــــامير ځـــــــــــــــــــــــــــاله د عنقــــــــــــــا کـــــــــــــــــــــــړه ! هِنـــــــــــــدوکُش يـــــــــــې ګـــــــــــــــــذرګــــــــــــا کــــــــــــــــــــــــړه ! بلــــــــــــــــــــــــــخ ګُلشـــــــــــــــــــــن و لالــــــــــــــــــــه زار کـــــــــــړه ! ننګـــــــــــــــــــــــــــــرهــــــــــــــــــار د ګُلو هـــــــــــــــــار کــــــــــــــــــړه ! بدخشـــــــــــــــــــــان ګــــــــــــــــوهـــــــــــر افشـــــــــــــــــان کـــــــــــړه ! سره يــــــــــــــــــــــاقوت يې په هـــــــــــــــــر کـــــــــان کـــــــــــــــــــــړه ! د سپيــــــــــــــن غـــــــــــر لمنـــــــــــــــــي شنـــــــــــــــــې کـــــــــــــــــړه ! د مـــــــــــــــــــــــــــرغانـــــــــــو پرې جــــــــــــــــــــو پې کــــــــــــــــــــړه ! کنـــــــــــــــــــــــــــــدهـــــــــــــــــــــــار زړه د افغــــــــــــــــــــان کــــــــړه ! پــــــــــــــــــــــــر دُنيـــــــــــــــــــــــــــــــا يې نــــــــــــــــــــوم روښان کړه ! قــــــــــــــــــــــــــا فلې کــــــــــــــــــــــــــــړه د کــــــــــــــــــــــوچيـــــــــــانو د شيـــــــــــــــــــــــــــــن خـــــــــــــــــــــالــــــــــــــــــو مهرويـــــــــــــــــــــانو شنــــــــــــــــــــــې درې پـــــــــــــــرې ښـــــــــــــــايسته کــــــــــــــــــــــړه ! ددښـــــــــــــــــــــــــت نــــــــــــــــــاوې بيـــــــا ستنــــــــــــــه کــــــــــــړه ! چي شپېــــــــــــــــــــــــــــلۍ يې ازانګــــــــــــــــــــــــــــې کـــــــــــــــــړي پــــــــــــــــــــه هــــــــــــــر لوري ولـــــــــــــــــــــــــولــــــــــــــې کــــــــــړي  په نغــــــــــــــــــــريو کـــــــــــــــــي مـــــــــــــــــــــــو اور کــــــــــــــــــــړه ! په کيــــــــــــــــــــــــــــــږديو کــــــــــــــــــــــــــــــــي مـــــــــــــــو شور کړه! لمــــــــــــــــــــــــــــــر، سپوږمــــــــــــــــــــۍ د زړو اشنـــــــــــــا کــــړه ! زمـــــــــــــــــــــــــــــوږ تـــــــــــــــــــــــاريک زړه پرې رڼــــــــــــــا کړه ! د رحــــــــــــــــــــــــــــــــمت بــــــــــــــــــــــــاران دي وکـــــــــــــــــــــــــــړه ! د نِعمــــــــــــــــــــــــــت فـــــــــــــــــــــــــــــــوران دي وکـــــــــــــــــــــــــــړه ! د هـــــــــــــــــــــــــــــــر چـــــــــــــــــــا د رنـــــــــــــــــــــځ دوا ســــــــــــــــــه ! زمـــــــــا هــــــــــــــــــــــــــارون د زړه مـــــــــــــــــــــــــاوا ســــــــــــــــــــه ! ", شيـــــــــن اسمــــــــــانه ! 2329,پروفيسوركابلي والا - هندوستان," پروفيسر کابلي والا - هندوستان امريكا : خندنۍ موسكا ، خونړۍ امسا؟ لمړۍ برخه ،  دوهمه برخه ، درېيمه برخه ، څلورمه برخه ، پنځمه برخه ، شپږمه برخه ، اوومه برخه ، اتمه برخه ،  چيرته لندن، چيرته هلمند دى ....؟ -------------------------------- +   انګريزانو ته يوه مشوره ...                       +  كه په ميوند كې...                                   +  د ديورند كلي اوس هم له انګريزانوسره ده ...   +  كه انګريزان ديورندكرښه مني ، افغانان ددوى سوله ييز نيت ته په شك سره ګوري ... ----------------------------------- وايي كله چې كه كوم روسى دشرابو له څښلو وروسته په شرابو ناروغه شي، اوياڅه روغتيايي ستونزه ورته پيداشي او چاته دخپلې ناروغئ څرګندونه كوي ، نودمقابل سړي ځواب ورته دا وي چې :  يوځل يي بياوڅښه ! داسې فكركيږي چې انګريزانوته هم دنړې په اوسنې سياست كې له مودو مودو وروسته ديوځل  بياخبره په فكركې ورتيره شوي ، چې افغانستان بيا وريادشو، اوبيايي هغې خواته چې هلته تراوسه پورې ددوى دتاريخي ماتې ميوندي نارې سورې له خپل برمه نه دي سړې شوې ورمخه كړه . اوس پوښتنه داده چې انګريزان په دغه سيمه كې څه غواړي ؟ دوى ولي دځان له پاره يوبل ځاى غوره نه كړ چې ځان يې هلمندته وواهه اودادى هلته يې نژدې پنځه زره پوځيان نورهم پلي كړل .آياددوى له پاره د ايران اوياهم پاكستان راتلونكي خطرناكه بريښي ؟ اياله دوى سره به داپوښتنه نه وي چې ګواكي  امريكا، انګلستان اواسرائيل غواړې په ګډه ددغو هيواد اتومي څارنه ترسره كړي ؟ اياددوى دغه نوې دنده به دامريكا له نوى پلان سره چې اوس يې له هند سره نوى داتومي معاملي په نامه پيل كړې له دغه ټكي سره اړيكي ونه لري؟  داډول پوښتنې ښايي چې نورې هم له يوشميركسانوسره داوسنيونړيوالو حالاتو له مخې راپورته شي. خوله دې سره سره داټكى هم شته چې امريكايانو خو كه پركندهار يرغل وكړ، دځان له پاره يې يو لامل دا جوړاوه چې ګواكي طالب واكي يې تش په نامه رانسكوره كړه اوځانونه يې هلته  اوياهم دهيواد په جنوب كې دځانګړوموخوچې هرڅوك اوان اوسنۍ ميدياهم نه شي كولاى اوياهم نه غواړي  ځان پرې پوه كړي كلك كړل او په همدغې جوړې كړې ډرامې سره يې نژدې څلوركاله دپښتنو په وژنو، زنداني كولو اوبمبارولو اوګوانتاناموته په استولو استولوباندې زړه ښه يخ كړ. ترڅو چې پايله يې داشوه چې په خپلې ناتوانۍ سره يې ځان ددې له پاره تياركړ، چې بايد له سيمې څخه ځان په يوه خواكړي اودغه ناكام ماموريت  دانګريزانو اوكاناډايانو غاړې ته ور واچوي ، كاناډايي ځواكونه دغه هيواد ته دسوله ساتونكو په توګه ورسيدل ، خوداچې امريكايانو څه ورته كرلي ،  دهغو بوج به د دوى پراوږو ورلويږي ، دوى دمرستې په نيت دغه هيواد ته تللي اوپه زيات ګمان دوى  پرته له دې چې دافغانستان له خلكوسره مرسته وكړي بل كوم ښكيلاكي هدف اوموخه نه لري  ددې خبرې يولامل داهم دى چې دكاناډا يوې سروې  په دې وروستيو وختو كې وښوده چې ددغه هيواد  خلك په سلوكې تر (۶۵) زيات افغانستان ته دخپلو پوځيانو داستولو مخالف دي  . خوله دې سره سره به هم دوى ترامريكايي فشار لاندې راځي اودهغوكړو قرباني كيږي به كوم چې امريكا دلته ترسره كړي دي . امريكا په كندهار اوشاوخوا ولايتونوكې دبياجوړونې په ترڅ كې څه شى ترسره كړل ؟ هيڅ ، يوازې مافيايي فعاليتونه يې په دغه سيمه كې را وهڅول او له جګړه ماروسره يې نورهم دافغانستان په ورانولوكې يوځاى برخه واخيسته . زه باورلرم چې كه كاناډايي سوله ساتو ته دامريكايانو په نمايي واك اوځواك څوك وركړي اودامريكايانو په حساب كې يې رانه ولي دوى كولاى شي چې دكندهار په بياجوړونه كې په خورا ميړانې سره خپله انساني دنده ترسره كړي .خودريغه چې داكارترامريكايي  بدغونتوب وروسته نه واى ترسره شوى . راځو بيرته انګريزانو ته ، په دې نژدې وختو كې په لندن كې ددغه هيواد مقامات دافغانستان په اړه دلندن دكنفرانس كوربانه وو. تردغه كنفرانس يوڅه مخكې يوشميرياران لندن ته دبزګرو اونورو په استازيتوب راغلي وواو په دې اړه يې خبرې كولې چې ګواكي له انګريزانوڅخه دمرستې تمه لري چې دوى ته بايد دكوكناروكرلو اجازه وركړي او دغه سوداګري  بايد قانوني بڼه غوره كړي . يوشميرڅارونكي دغه معامله ډيره ساده نه انګيري ، په دې مانا چې انګريزان خوهم دچاخبره دهمدغې نړۍ خلك دي اودهمدغې پانګوالي نړۍ دگټوپه رمز وراز باندي ښه پوهيږي ، ځكه دوى په دغه سوداګرۍ كې  خامخاخپله څه گټه ويني چې دبيلابيلو خبري رسنيو له لارې چې دوى يې په نړيواله سويه سمبالوونكي دي داخپروي اوددغې موضوع په اړه  يې پراخ تبليغات ترلاس لاندې نيولي هم دي . اوس پوښتنه داده چې دوى په رښتياهم دخپلو خلكو له پاره دكارموندلو اوبوختياوو په لټه كې دي اوكه غواړي چې په دغه سيمه كې له دغومافيايي گټوڅخه  دوى هم برخمن شي. غالبآ چې يوڅه خو به وي ، خوداسې چې ډيربه اسانه هم نه وي . زه دآسيا دتاريخ د تجربې له مخې ددغې موضوع په اړه دومره ويلاى شم، چې د دوو تيروپيړيوپه ترڅ كې يرغلګرانګريزان دخپلو استعماري ګټو په خاطر ددغه شان معاملو خورا بد اوتورتاريخ لري ، دوى په اسياكې دهند دنيمې وچې دنيولو په ترڅ كې له كټ مټ لاروچاروڅخه كارواخيست ،دوى په جنوبي اسياكې دترياكود تاريخي جګړې بنسټ ايښودونكي اوكارپوهان وو اوپه هغې كې  ېې خپله خونړۍ دنده په خورا بدنامئ سره ترسره كړه اوان چې په په نيمه وچه اوصوبه سرحد كې يې له ډيرپخواڅخه دغه ميراث په خپل سرپريښود چې تراوسه پورې ددوى دناسمې ادارې اوناوليوغرضونوله مخې  دغه سيمه له دغو ستونزو سره لاس اوګريوان ده . ترياك كرل ، اودهغو سوداګرۍ دهند دشرقي كمپنۍ ميراث دى چې تراوسه پورې ګرده ايشياله دغې ناوړې انساني غميزې نه خوندي كيږي . مانا داچې دمخدراتوسوداګري اوپه هغو باند ې ديوشميرملتونواوسياستونو روږدي كول دهنددختيزې كمپنۍ دسياسي پاليسئ دتحقق يوه برخه وه. اوس كه چيرې دغه تاريخچه په دغه اړه ديوې شيبې له پاره  سړې خپلې مخي ته اچوي ، داسې فكركيږي چې دغه پوښتنه په دغه اړه كه پوره ځواب نه شي نويوڅه خو پرې ويلى شي ، په دې چې دغه تريخ اوپه دغو زهرولړلى تاريخ دهراسيايي وګړې په مخ كې پروت دى . اوس كه يوځل بيا انګريزان فكركوي اوياوايي چې ګواكې اوس هم دهنددشرقي كمپنۍ دوران دى اوغواړي په هم هغه شان له نوموړې موضوع سره خپل چلندته دوام وركړي ، دابه لږ ناوخته وي اوهم به داكار په هغه شان ناشونى وي په دې چې دښكيلاك نوم اوس دآسيا دهروګړي په ذهن باندې ديوې تورې  پردې اوتورې دورې په توګه له ورايه انځور دى . هو، ديوې بلې دندې له پاره هم كيداى شي ، دانګريزانو شته والى په دغه سيمه كې اړين وارزوو اوهغه داچې نن سبا دنړۍ دخبري رسنيو ذمه واري هم دانګريزدنده ده، دغه سيمه د دريومهمو سيمو (افغانستان ، ايران، اوپاكستان ) سره په پوله كې خپل ځانګړى اهميت لرلاى شي ، كومې شبكي چې همدا اوس انګريزي خبرې رسنيوپه دغه سيمه كې غزولي دي ، دهغو خوندي ساتنه اودايمې وده وركونه په خپله پرته له يوه پوځي ځواك څخه شونى نه ده. له دغې سيمې څخه په تمامه مانا ديادوشويو شبكو پراختيااوپه دغه سيمه كې ديوه پراخ لمنې څارځاى يامانوترينګ شته والى  دانګريزانو داطلاعاتي وسايلو له پاره په خپل ذات كې له چين څخه تر مركزي اسيااودروسيې ترپولوپورې دپاملرنې وړاړتياارزيداى شي. دوى دتيرو شلوكالو په اوږدو كې په خبرې اواطلاعاتي برخه كې دپاملرنې وړكارونه ترسره كړي دي. انګريزان په هرډول چې وي په دغه سيمه كې په هرنامه چې وي دځان له پاره په يولړ پانګو اچونو باندې اوس كاركوي ، په دې وروستيو كې يې دخليج په شاوخواكې له امريكايانو سره دنوې سوداګرئ معامله هم په خپل ذات كې ددې لامل شوه چې په امريكايي سياست پوهانوكې يې دبوش پرضد حساسيتونه راوپارول . داپه خپله هغه مساله  ده چې سيمه ييز اهميت لري اوكيداى شي داهم په افغا نستان كې دنشه يي توكونوله قانوني كيدنې  اوياهم دمخنيوي له معاملې سره په يوډول تړاو ولري .دنشه يي توكونو دقانوني كيدو خبره ولې دبل اروپايي اوامريكايي هيواد له خوا نه طرحه كيږي ؟ ولي امريكا په دغه ترڅ كې دمخكښ په توګه چې په سيمه كې دوژنو اوبرباديو تجربه هم لري په غاړه نه اخلي ؟ زه په دغه باره كې يوازې يولامل وينم اوهغه داچې انګريزان اوس هم فكركوي چې دوى  په دغه ترڅ كې كولاى شي  دخپلو پخوانيوپاليسيو دتجربوپه رڼاكي يوځل بيا دزاړه استعماري سياست تګلاره په سيمه ييزو قامي اوقبايلي جوړښتونوباندې راوڅرخوي ، دوى فكركوي چې يوشميرقامي كړۍ ، پخواني تش په نامه دمجاهدينوسړي وژونكي قوماندانان هغوى چې جهاد يې د نشه يي توكونو په مافيايي گټوباندي وسپاره دځان ملګري كړي ، په دغه حالت كې به دوى وكولاى شي چې په خلاصومټو سره لاس په كارشي . خوزه فكركوم چې په دغه برخه كې هم انګريزان تيروتي اوداپروژه يې هم په دې چې نه هغه داستعماري شپو ذهنيت شته اونه هم دومره پياوړې ځواك په واك كې لري چې هغه به عملي كړاى شي ، دوى بايد په دې پوه شي چې دوى په خپل دغه ماموريت كې هم له ستونزى پرته بله بريا نه شي ترلاسه كولاى نوځكه يې ان له همدا اوسه ناكامه دربولئ .  په كوم مهال چې انګريزانو په دغه سيمه كې دغه كړه وړه ترسره كول په هغه مهال انګريزپه خپله يونړيوال ځواك و، اوله بلې خوايې دآسياپه يوه خورا مهمه برخه (دهندپه نيمه وچه) كې پياوړى مركزي حكومت چلاوه اوهرڅه ددوى په واك كې وو خواوس دهغه وختونه په خوب وينې اوس ترهرڅه دمخه دوې بايد ددې له پاره په فكركې شي ، چې دغه ځوان انګريزان  يوځل بيا دنولسمې پيړۍ داتيايمې لسيزې دپيل په شپوورځو وروانه ړوى اودميوند دتاريخي ماتې په دغه سيمه كې چې نن سبا پرې په هماغه نشه ميشته شوي هماغه خاطره تكرارنه كړي .       انګريزانوته يوه تاريخي مشوره : دتاريخي حقايقوله مخې ، دايوټكى دافغانستان ان واړه ماشوم ته هم روښانه دى ، چې انګريزيعنې څوك ؟ روسان يعنې څوك اوپه پاى كې اوس په دغه اړه هم پوه شول چې امريكا يعني څوك ؟ مقصد دادى چې دافغانستان  خلكودغه درى واړه ځواكونه اودهغوى موخې اوهدفونه په تمامه درك كړې اوپه دې باندې اوس په ډيره اسانۍ سره پوهيږي چې دوى زموږ دملت ، هيواد اواعتقادي ارزښتونوپه وړاندې له بده نيته بل څه موږته نه دې  راپريښي ،ددوى پخواني او اوسني كړه وړه داڅرګندوى چې ګواكي دوى دنژدې يوې پيړۍ په اوږدو كې داسې طرحې اوپلانونه درلودل چې په خپل وارسره يې كومې جفاوي چې له وسه پوره شوې هغه زموږ اوداسيايي ولسونوپه وړاندې ترسره كړي دي ،  خواوس چې دنوې دپيلوماسۍ دنياده اوپه هغې كې ترهرڅه دمخه چې (څه غواړې ، څه به راكړئ ) معامله له شكه پرته دپاملرنې اويادونې وړده . تريوه پيړۍ هم زياته موده شوه چې انګريزانو دخپلو سياسي اهدافوپه خاطر افغانستان پرته له هرډول انساني ، حقوقي او اخلاقي نورمونوپه دوو برخو وويشه ، داسې چې تراوسه هم چا نه اهميت وركړاونه به يې په راتلونكې كې وركړي. دغه بيلتون زموږ ملت ته سره له دې چې په عملي اوفزيكي لحاظ كوم اهميت نه لري ، خويوپراخ رواني اوسياسي كړكيچ يې دافغان ملت له پاره په دغه اوهغه غاړه كې رامنځ ته كړى دى . انګريزانو د ديورند كرښه په دغه سيمه وتپله اوله يوې پيړى هم زياته موده پرې تيره شوه ، دپاكستان په نامه چې كومه غميزه په نيمه وچه باندې وتپل شوه ، په دغه ترڅ كې دنيمې وچې مسلمانواوهندوانو دواړو ته خورادرانه مادې اومعنوي زيانونه ورسيدل.ځكه نودپاكستان دشته والي مشروعيت نن هم په انساني اوحقوقي لحآظ دپوښتنې وړدى .؟ ماناداچې ددغه هيواد شته والى هم دافغانستان اوهم دهنددخلكوله پاره له  يوې سياسي، جغرافيايي ، اوتاريخي ستونزې پرته بل څه نه دى . همداده چې هم هنداوهم افغانستان په دغه ټكي سره يوخوله دي چې ديورند كرښه اودكشميربيلتون  يونامنلي اوغيرحقوقي  سياسي بيلتون دى چې بايد په حقوقي اواخلاقي لحاظ په دغو دواړوسيموكې دغه بيلتون چې انګريزيې مسوول ونه پاكستان اوهندوستان له منځه يووړل شي. يوټكى موبايد په پام كې وي، چې كه هند له پاكستان سره دكشميرپه اړه خبرې كوي ، په دغه اړه بايد دافغانستان منځګړېتوب هم له ياده ونه وځي په دې چې كشميردنولسمې پيړۍ ترلومړيو پورې دافغانستان ديوه ولايت بڼه درلوده. (يومهال په هند كي په يوه پوهنتونې كنفرانس كې يوچاله ما دافغانستان دريځ  دكشميرپه اړه وپوښتيده ، په هغه مهال رباني صاحب له زړه كه له ډاره حميدګل ته دخپل سلاكار په توګه وړانديز كړى و ، ما په هغه كنفرانس كې همدغه ټكي ووايه چې دافغانستان حال خو اوس داسې دى ، خوكه له مازمانظرڅوك پوښتي ، په كشميرباندې ددعوى حق خوترپاكستان نه په تارنخي لحاظ دافغانستان ډيردى ) .   هرڅه چې وو، دايوازې ديوه ټولواكمن عبدالرحمان اوانګريزانو ځانګړې اوخصوصي معامله وه ، چې په هغه زمانه كې ترسره شوه.   كه انګريزان اوس هم ديورند كرښه مني ،نوپه دې كې شك نشته چې  افغانان ددوى سوله ييزونيتوته په شك سره ونه ګوري ...  په تيره بيا اوس چې نړى دومره سره تړل شوې چې انګريزې پوځونه پرته داكثريت افغانانو له ارادې اوغوښتنې هلمند ته راځي اودلته خپل ماموريت (روا اوناروا) ترسره كوي ، په همدې شان بايد دغه ټكي هم په پام كې ونيسې چې  دافغانستان خلك هم  بايد داحق ولري چې ستاسې په شته والي كې له تاسې اونورو نړيوالو څخه داغوښتنه وكړي چې دوى دخپل برخليك ټاكلواوخپلې تاريخي خپلواكۍ ته اړتيالري ، چې بايد له دوى سره مرسته وشي ، كه رښتياهم انګريزان اوامريكايان په سيمه كې دځآن له پاره په رښتنې توګه دراتګ اوپاتيدو مصنوعي دلايل اولاملونه په ګوته كوي ، نوتردې خوداښه ده چې د واقعبينې په رڼاكې يوګام ، خوانساني ګام  هم پورته كړي چې هغه دافغاناتو دخاوري اوتاريخي تماميت بيرته دوى ته ورسپارل دي . په ۱۹۵۹ كال كې دهند، پاكستان ، انګلستان اوافغانستان له خوا دپښتونخوا اوپښتونستان په اړه خبرې نژدې په يوې پايلې باندې پاى ته رسيدلې وې ، په دې چې هند، هم ديورند نه مانه ، پاكستان هم په دغه اړه قانع كوونكي دلايل نه درلودل ، دهندوستان استازې  ددغوخبروپه راپوركې وايي چې : (( كه انګريزې استازې له موږ (افغانستان اوهند ) سره موافقه كړى واى اوپه خپلو استعماري وياړونويې ټينگارنه واى كړى ، موږ په دغه اړه دې پايلي ته رسيدلي وو چې ديورند كرښه مو په سوله ييزه توګه ردكړې واى اوددغو خلكوبرخليك په خپله  دوى ته سپارل شوى واى خوانګريزاستازى دې ته حاضرنه شوچې دښكيلاك دغه شوم ميراث له منځه يووړل شي ... )) .  (دهنددملي آرشيف ديوه سند په حواله) . ماناداچې ددغه اصل كلي تراوسه هم دانګريزانو په لاس كې ده . اوس هم كه انګريزان ديوه واقعبين هيواد  په توګه په خپلو هغو استعماري اوښكيلاكي زور زياتېو باندې وياړاوټيڼګار ونه كړي ، دوى داوسنې نړېوال دموكراتيك نظم په نامه كولاى شي په دغه ترڅ كې يوه تاريخي اومهمه دنده دافغانستان دخلكو په وړاندې داسې ترسره كړي چې دهغې له مخې به هم افغانان اوهم نړۍ انګريزانو ته دچا خبره شاباسى وركړي. ددغه ټكي په پام كې نيولوسره  به نورددې له پاره اړتيانه وي  چې انګريزان بايد دافغانانو په وړاندې يوازې دستونزو د رامنځ ته كولو په ترڅ كې ګام اوچت كړي ، دوى ته ددې پرځاى چې دترياكو په ناسوركې هم ځان  ښكيل كړي اوهم دغه هيواد ، دا ډيره غوره اوتاريخي خبره ده چې له دغو خلكو سره  په لومړي ګام كې د ديورند دنامنلې كرښې په لري كيدو اوغيرقانوني كيدو كې نړيواله مرسته وكړي. په دې چې كه انګريزې پوځونو په  رښتياهم دكوكناروپه پلمي انسان ته دخدمت ملاراتړلې وي نوترهرڅه دمخه به ښه داوي چې ددغې سيمې انسان (افغانانو _پښتنو ) ته هم داحق وركړئ چې له تاسې څخه دخيل هغه حق چې پرون موپه خورا ناځوانۍ  سره ترې اخيستې و نن دبيرته اخيستو پوښتنه وكړي ، ددغه حق چې دنژدې يوې پيړۍ  په ترڅ كې دافغاني سياستوالو لكه  (سردار ايوب خان ، نواب عمراخان ، پاچاخان ، خان صمدخان، غازي امان الله خان ، محمدګل خان مومند، هډي صاحب ، فقيرايپي ، ميوندوال ،ارواښاد ولي خان ، ارواښاد محمدداود ، سردار محمدنعيم خان، غلام محمدخان فرهاد ، علي احمد خان پوپل ، عبدالمجيدخان زابلي ،  حفيظ الله امين ، ډاكترنجب الله ) ليكوالو او ټولينيزو څيرو لكه (عبدالااكبرخان اكبر،عبدالمالك فدا ، ميرغلام محمد غبار،نورمحمد تره كى ، علامه حبيبي ،علامه رشاد،پوهاند رشتين ، محمودي ، انګار، پوهاند مجروح ، الفت ، بينوا ، خادم ، روهي ، لايق ،اجمل خټك اوپه سلګونورو له هيلوارمانو سره تراوسه  هم ديووالي اوبري داغږ اوچت پاتې دى .  پورتنيوافغاني نومياليو په سياسي ، فرهنګي اوتاريخي لحاظ په خپل وار ددغې داعيې له پاره ګامونه پورته كړي اويوشميرخويې  لاقربانيان هم بللاى شولكه ارواښادګهيځ ،ارواښاد سردارمحمد داودخان ، ارواښاد حفيظ الله امين او ارواښاد ډاكټرنجيب الله. (ددغوكسانو په اړه ددوى عملي اونظرياتي اسناد اوكړه وړه په خپله روښانه شاهدان دي )      په جغرافيايي لحاظ هم سره له دې چې داخبره ښايي يوشميرڅيړونكوته دبيلابيلو لاملونو له مخې ناشونې ښكاره شي، خودهغو بيلګو له مخې چې په تيروڅوكالوكې موږ په نړۍ كې وليدې ، دآسياپه دغه څنډه كې داهم يوه داسې بيلګه كيداى شي لكه جرمنې اودپخواني شوروي بي سروپايه واكمني ....  زه فكركوم چې دا به په خپله دافغانستان اوانګريزدنويونسلونو له پاره په نوې نړۍ كې د انساني خواخوږۍ په ترڅ كې يونوې اوانساني ګام وي . ځكه نوزما وړانديز دادى چې انګريزچارواكي په افغانستان كې دنورونړيوالوځواكونو په پرتله  ديوه درانه ماموريت له ننګينې سره مخامخ دي  ، په دې  مانا چې له يوخوا بايد نړيواله تش په نامه ژمنه پلمه كړي اوله بلې خوا بايد له افغانانو سره په خپلې يوې تاريخي غميزې هم بايد كتنه وكړي. اوكه داونه كړي ،نوداڅرګنده ده چې دوى افغانستان ته په تيره بيادبښتنوزړه هلمند ته ددې له پاره راغلي چې دلته هم  دعراق وروستۍ ستونزې اومذهبي شخړې  ديوه پلان له مخې چې دهغه په سركې به هم دوى اوددوى زړه توره ياديږي دعمل ډګرته راوړاندي شي.  افغانان بايد هوښييار وي ، نن وي اوكه سبا، ورته ستونزې دزاړه ښكيلاك په نوې جامه كې پرايران اوله هغه ځايه په افغانستان راتلونكې دي . اوس ترهرڅه ښه وخت دادى چې كه انګريزان خپلي ورځي دتش په نامه (نوي كور، نوې ژوند )اونشه يي توكونو په ډرامه نه تيروي بايد زموږ له وړانديزسره دعمل ډګرته راوړاندي شي اوپه دغه ترڅ كې لكه چې اشاره ورته وشوه بايد له افغانستان سره په رښتنې توګه دنوې ژوند اونوي كور(له ديورند پرته افغانستان ) په لور ګام اوچت كړي اويادې دغه لوبه چې يوه ناكامه لوبه ده په انګريزنوي نسل باندې لكه دميوند په شان  په افغانستان كې نه عملي كوي ، په دې چې په دغه لوبه كې ددواړو لوريوزيان دى  . زه دګاندي اوپاچاخان دمكتب ديوپيروپه توګه اويوه تاريخي حقيقت له مخې دا تاسې ته وايم چې كه انګريزان په دغه برخه كې صادقانه ګام اوچت نه كړي نو دغه تاريخي ټكي ته بايد ځيروي چې انګريزان كله افغانستان ته راغلي نوكله هم  له افغانستانه په خلاصومټو نه دي وتلي ، ښاغلى بليراونور انګريزان بايد په خپل نوي نسل  باندې هغه څه بيا تكرارنه كړې كوم چې د ۱۸۸۰ كال په سختوشپوكې انګريزانو دميوند په تاريخي ډګر كې وليدل . په افغانستان كې هرډول ګوډاګي نظام راتلونكي نه لري  په دې چې پردغوخلكو باندې تاريخ ، عقيده ، اوپښتو واكمن دي ، ځكه نو بايد ددوى دتاريخ ، عقيدې ، خپلواكۍ اوپښتوپه وړاندې بې توپيره پاتې نه شي . ښاغلي بلير څوكاله مخكي ددې له پاره تيارنه شو، چې دجاپانيانوهغه زياتي چې له انګريزانوسره يې په دويمه نړيواله جګړه كې ترسره كړې وه له ياده وباسي اويايې دهغې له امله وبښي . افغانانوته هم بايد داسې حق وركړشي ، په دې چې ښاغلى بليردځان په باره كې دغه شان فكركوي، همداسې بايد لږپه خپلو كړو وړو باندې په تيره هغه څه چې دتاريخې افغانستان په ټوټه كيدو سره ترسره شوي نوې كتنه وكړي اودهغو دتلافۍ په  ترڅ كې ديوې تاريخي اوانساني زړورتيا په لور داوسني نړيوال نظم په رڼاكى دپښتنودخپلواكۍ په لور يوتاريخي ګام پورته كړئ . اوكه په دغه ترڅ كې  بياهم ځان نا ګار واچوئ نوپه دې پوه شئ چې دلته لاهم  دميوند زړه  له تودوخي نه دى لويدلي هغه سندرې چې يوه پيړۍ دمخه به خلكو ويلي : چپرته لندن چيرته چترال دى ...؟ كه په ميوند كې شهيد نه شوې ...؟ هو،خواوس يوازې يوه بدلون ته اړتياده ، يوه ساده بدلون ته چې وويل شي : جيرته لندن چيرته هلمند دى .... انتخاب پرتاسو !  ",امريکا : خندنۍ موسکا،خونړۍ امسا!؟(څلورمه برخه) 2330,انجينیر شېر محمد ساپی," د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګوند  ( PSDP )مشر ډاکتر کبیر ستوری ناڅاپه غمجنه مړ ینه چې دزيات شمير افغانانوخفګان باعث شوه،دافغانانولپاره یوه لویه  ضایع ګڼم . روح دې ښاد وي خداي  بخښلی ډاکـتر کـبیر ستوری  چې د ساينس او سایکالوژی (ساپوهني )متخصص   و، په پښتو ژبه یې يو شمير ارزښتمن اثارټولنې ته پرېښي دې . ارواښاد ډاکتر کبير ستوری سربيره پردې چې لیکوال اوشاعرو، دسیاست په ډګرکې  يې خاصه ځانګړتيا  لرل . زموږ دهيواد داوسني نسل  دسیاسی مبارزینود په نخبه ګانو په ليکه کښي ئې ځانته وړ ځاي تر لاسه کړيدۍ   . ارواښاد ډاکتر ستوری  دپښتنو د یووالی رښتني خدمتګارپه توګه ديوه معقول او ثابت نظر اوعمل څښتن و. هغه د یوڅو بُعدی  روڼ اند سیاستوال  په توگه  دقوم په ننه کښي  دندو په اجرأ کي یې  قوی ارادۀ تمثیل کړېده   . غواړم په دغه  د قوم دننه دنده باندې رڼا واچوم  : هراجتماعی قوم ځانته ځانګړی روشنفکره قشرلري، چې په ټاکلی تاریخي پړاوکې دخپل قوم دسازماندهی (يوځاي کولواو لورې ورکولو) دنده په غاړه لري، ځکه د یوخوا نخبه ګان دخپل  رسالت  پر اساس دقوم لپاره اجتماعی تګلاره تنظیموي ، او دبلي خوا په پرګنو(قومونو)کې دملی اندېښنو دخپرولواودهغوي د هڅولو دنده هم  په غاړه لري  ،سربیره پردې  دتیوری اوعمل ترمنځ  دارګانیک تړاواو اړيکودسمبالولو دنده هم په غاړه اخلي . دغه خاصه ډله ( ارګانیکه ډله)  دیوقوم پرسازماندهی  او لور ې ورکولوسربيره په نوروقومونوکښې هم  دوړځاي  په تر لاسه کولوسره دملی فرهنګ  د خپرولو، پراخولوملي دنده پغاړه لرې ، اوپدې ترتیب  په ټولنه کې دخپل فعالیت سيمه نوره پسي پراخوې . دغه ډله ،له یوې خوا  دقوم دننه  رسالت په غاړه لري او دبل خوا  دقوم بهرنقش لوي لوبوې  . روشنفکره ډله،  له یوی خوا ددغه یا هغه قوم سره تړاولري دبلې خوا دیوې پایدارې او دایمي  ډلې په توګه  څرګندیږي  ،لدې نظره هغوي دتولڼی دټولو فرهنګي او معنوي ارزښتونو انتقالوونکې دي   . دغه عمودی موقف ( دقوم دننه دنده ) او افقی موقف (دقوم بهر دنده) په پښتنو کې له یوه  خواکمزوری  اودبل خوامشبع  ده ، دا مسأله  خورا غوره او مهم  ګڼل کیږي ځکه نو بايد تل منطقي تناسب او تعادل ولري  . دغه رسالت  په پښتنوکې دتاریخی دندې په توګه  تر اوسه پر نیمه لار پاته دی . دیادونې وړ يې بولم په ګران افغانستان کې په لویه پیمانه ددې دندي دپلي کولود تګلاري دبنسټ تيږه  څلوښت کاله پخوا دوطن لوی خدمتګار اوهیوادپال اروا ښاد دیپلیوم انجینیر غلام محمد فرهاد له خوا کیښودل شوه چې ترننه پورې په  خپله بڼه سازمانی فعالیت کوي . په حقه سره ويلاي شم چې خدابخښلی ډاکتر کبیر ستوری  دغه  دوطن پالني دګډ احساس  هغه لوړ ارزښت دی چې یاد به یې تل پاته وې . د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګونددرنو مشرانو !  ددغې ملي مبارزې لمن پراخه کړی  .   ",ډاکتر کبیر ستوری يوسیاسي مبارز و ! 2331,نيک محمد نيکمل کابل پوهنتون,"   په سرو وينو ليک ليکمه بيا جانان ته ئي ليږمه   د زخمي زړګي تصوير هم د ليک منځ کې بندومه   غټې غټې درنې اوښکې له چشمانو تو يو مه   جګي جګي ورته وايم پښې به لوڅې کړم ورځمه   په بل شان تر حم نکړي ليونی ځان جوړومه   د جانان د کلي منځ کې سمې چيغې به وهمه   ګوندې سخت زړه ئې شي نرم خپل ګرېوان څيرې کومه   که د مينې يار مې نه شو خودکوشي اعلانومه   يا خو سم به ئې زړه سوړ شي له ګړنګ ځان غورځومه   يا خو ښي به شي نيکمله يا به غم ته غاړه ږدمه     ",ليک 2332,هدايت الله هدايت - استراليا," هدايت الله هدايت استراليا۲۰۰۶/۴/۱۴ دفرانسوي  ځوانانو  د څو اوونيو نا آراميواو دهغوی ډېر پراخ ټولنيز اعتصابونه چې په ټوله فرانسه کې ددومياشتو راهيسي  د نوې «  لومړني کار قانون»  پر سر د هغه هېواد د عادي ژوند مزي يې د کاره ايستلی وې د فرانسې د جمهور رئيس ژاک شيراک لخوا  د محصلينو دغوښتنو په منلو سره په برياليتوب سره پاې ته ورسېد. دغه قانون اوس رسماً د نورو تدابيرو  په نيولوسره  لغوه کړل سو او په دې ډول په فرانسه کې   ددوو  و روستيو کلو  په ترڅ کې ځوانانو، محصلينو، شاګردانو، ښوونکو، د فرانسې لويو کارګري اتحاديو او د هوائي کرښو شرکتونو، د بسونو، اورګاډي او ميترو کارکونکو  ډېره ستره  راټولېدنه او سراسري اعتصاب  د هغه څه په ﻻسته راوړلو سره  دخپل لوی بري  په توګه  ولمانځله .   د دغه  نوي لومړني کار قانون پر سر باندي چې ان د پارلمان لخوا لا هم تصويب سوی وو په تيروورستيو اوونيو کې په فرانسه کې  لويه شخړه اويوه پراخه ټولنيزه خوابدي ددې هيواد د صدراعظم دومينيك دوويلپن او دهغه د دولت پر ضد را پارولې وه. دغه پارېدنه يو ځل بيا فرانسه په يو ه بل ستر ټولنيز بحران کې ﻻهو او د زياتو ګډوډيو سره يې مخامخ کړ . دغه ظالمانه او بشري ضد قانون،  د فرانسوي د کار و مالکانو ته دا حق او اجازه  ورکوله  چې تر ۲۶ کالو لاندي ځوانان  چې د خپل کار د بوختيا په لومړني دوه کلنۍ آزمايښتي دوره کې هغوی د هر راز دليل نه پرته  اود هيڅ راز بيمې اوحقوقو په  منلو سره د کارنه ګوښه کړي او  پر ځاي يې نور تازه دمه ځوانان پخپله خوښه په کار وګماري .  دغه ظالمانه  کاري شرايط په ډېر شدت سره د فرانسې د کارګري اتحاديو، د محصلينو او زده کوونکو  د ټولنو خښم را وپاراوه او په مظاهرو او پرله پسې اعتصابو يې ﻻس پوري کړ او ددولت د ټولو هڅو سره سره  يې د هري ورځي په تېرېدو سره  زور اخيست .   د فرانسې کارګري اتحاديو ﻻ د پخوا دا ويره ښودلې وه چې د دې هيواد ښې اړخۍ دولت د جمهور رئيس شيراک په ملاتړ په دې هڅه کې دی چې د هېواد اقتصادي بدنه  دي د سيالۍ و بهير ته را ټېل وهي او ورسته دي بيا  په تدريج سره  په داسي بدلونونو لاس پوري کړي چې د هغوی کاري امنيت د ګواښ سره مخامخ کړي  . د فرانسې دولت چې د کار فرمايانو لخوا پر کار باندي د ځوانانو نه  ګمارل د ځوانانو د بېوزګارۍ ، د ټولنيزو مشکلاتو د زياتوالي او د تير کال د تاوتريخوالۍ اصلي عامل باله  دغه دلومړني کار قانون يې د راتلونکي مشکلاتو و حل ته ګني ديوې ﻻري په توګه راوړاندي کړ څو د کار د مالکانو ګټي يې په پام کې نيولي او هغه يې تأمين کړی وي .   د فرانسې کارګري او د محصلينو جنبشونو ته په يو ه لنډي کتني سره دا خبره جوته کيږي چې د فرانسې په څېر داروپا په بل هيڅ هېواد کې  د کارګري او محصلينو جنبشونه هومره زورور خوزښت او ارزښت   لکه په فرانسه کې چې ليدل کيږي په بل ځاې کې ندی ليدل سوی . ددې جنبشونو نقش ان د اروپا داساسي قانون د ټولپوښتني پر مهال ﻻ رابرسيره سو کوم چې د خلګو د غوڅ منفي رايو سره مخامخ او خپل د يو والي  او يو موټي توب زور يې و آزمويلی او هغه يې و ميدان ته را وايست .  دغه کار ان په داسي حال کې تر سره شو  چې ددې هېواد  سوسياليست ګوند هم دفرانسې د جمهور رئيس ژاک شيراک د ښې ﻻسي  ګوند تر شا ودرېد څو ددې قانون  د تائيد  په خاطر سره را غونډ او د يو بل سره همغږي شي  . خو ددې هېواد داقتصادي  دودونو او د فرانسويانو ځانګړی غرور د دې سياسي رهبرانو پرټولو غوښتنو سترګي پټي کړې  او ددغه  اساسي قانون تائيد ته يې د هالينډي رايو ورکوونکو سره يو ځاې هغه ته نه وويل  . دا په داسي وخت کې وو چې د انګريزانو په هېواد کې هم څه ناڅه يو نيم مليونه کارګران او کارکونکو د تقاعد د سن داوږدېدو په هکله  ستري مظاهرې پر لاري کړې  چې په هغه وخت کې د سي اين اين ټلويزيون په قول په دې هيواد کې يې سارۍ نه وو ليدل سوی .   په فرانسه کې دنوموړي ارتجاعي او ظالمانه د کار پر قانون باندي دکارګرانو، کارمندانو ، محصلينو او شاګردانو دغه شاني سراسري اعتصاب او سوله ايزه مظاهرې او ناخوښی په واقعيت کې دهغه عظيم اقتصادي او اجتماعي بحران يوه څرګنده بېلګه ده چې فرانسه او ټوله اروپا يې هېوادونه يې په خپل چاپير کې را ښکېل کړی دي  او د هري ورځي په تېرېدو سره خپل تأثيرات بر بنډه وي. د فرانسې د ويښو خلګو دغه عظيم مارش او د هغوی تاريخي بري دا وښودله چې ددې هيواد په کارګري او محصلي جنبش کې او ددې جنبش د يووالي او يوې سالمي سازماندهي په مديريت کې څومره عظيم پوټنسيل پروت دی  چې پانګه وال او حاکم دولتونه  يې  په خپل ټول مالي او تخنيکي امکاناتو د هغه پر اغېزمنتوب  باندي سترګي نشي پټولا ې  او دخلګو و عادلانه غوښتونواو د هغوی و يو موټي پاڅون ته د نه ځواب نشي ويلاې او هغه  به تل  په پام کې نيسي او غاړه به ورته ږدي . Hidayatullah Hidayat Australia   Copyright 2006 www.benawa.com ",په فرانسه کې د ځوانانو لوی بری 2333,," په هغه فوځى عملياتو کې چې پرون د کندهار د سګنګسار، زيړى او پنجوايي ولسواليو کې ترسره شوي ٤١ تنه مخالف جنګيالى او دزيړى ولسوالى د امنيه قوماندان په ګډون ٦ تنه دولتى ځواکونه وژل شوي دي . د کندهار والى اسدالله خالد نن سهار د دغو څرګندونو په ترځ کې ددغه عملياتو په هکله خبري ناستې ته وويل : د زيړى ولسوال هم د عملياتو په بهير کې ټپي شوى چې اوس تر درملنې لاندې دى . خالد يوازې د٩ تنو دولتى منسوبينو او ٣ تنو ولسى وګړو د ټپي کيدو خبره وکړه او دا يې ومنله چې د سيمى ځايي اوسيدونکى له سيمى څخه وتلى وو او د عملياتو په بهير کې چې د امريکا تر مشرى د ايتلافى او افغان دولتى ځواکونو له لوري په ګډه پرون يوه بجه پيل شول ١٣ تنه مخالف جنګيالى ژوندى نيول شوي دي . په دغو عملياتو کې له هوايي ځواکونو څخه کار اخيستل شوي او ويل کيږي چې د سيمى ځايي اوسيدونکو ته ډير زيان رسيدلى دى .خالد وويل دوى هغه مهال دا عمليات پيل کړل ، چې د هلمند له عملياتو وروسته يو شمير مخالف جنګيالي د کندهار دسګنسار، زيړي او پنجوايي ولسواليو کې راټول شوي وو . دغه عمليات پرون غرمه د کندهار په لويديځ دز يړى ولسوالى د سنګسار، سنځلى او حوض مدد په سيمو کې پيل شول .د کندهار الى دا هم وويل چې طالبانو له سيمې تيښته کړې .څو ګړى وروسته د طالب ارپکو يو وياند قاري يوسف خبرى رسنيو سره د کندهار د والىڅرګندونې ناسمې او پروپاګند وبللې او څرګنده يې کړه چې په دغو جګړو کې يې د دولت ١٦ تنه عسکر او پوليس وژلى او د دوى يو تن طالب مړ او ٣ تنه نور په هوايي بمباريو کې ټپيان شوي دي . په دغه درنده جګړه کې له درندو وسلو او هوايي ځواک څخه پوره کار اخيستل شوي دي. ",٤١ مخالفين او٦ دولتى پوليس په کندهار کې وژل شوي 2334,," د طالبانو يو وياند قارى يوسف نن خبرى رسنيو ته ويلى چې د هلمند د بغران لسوال عبد المجيد يې له ٧ تنو دولتى پوليسو سره يو ځاى د دغه ولايت د موسى قلا په سيمه کې په يو وسله وال بريدکې وژلى دي .ده ويلى په دغه بريد کې چې نن سهار تر سره شوى طالبانو ته زيان نه دى رسيدلى او له سيمې روغ رمټ وتلى دي .د هلمند دپوليسو مشر جنرال عبد الرحمن په دې اوړند له بينوا سره بې خبري وښوده .د هلمند ادارى رئيس محى الدين روسته له غرمې بينوا ته وويل چې د بغران په ولسوال د وطن د دښمنانو له خوا پرون مازديګر د موسى کلا په سيمه کې بريد شوي دى ، چې دولسوال په شمول يې ٢ تنه ساتونکى وژل شوي دي . ",طالبان : د هلمند يو ولسوال او ٧ تنه پوليس وژلى 2335,," کندهار: د شنبې ورځ سهار کندهار والي اسدالله خالد په يوه خبري کنفرانس کي وويل چي د ژړۍ ولسوالۍ د تېري ورځي عمليات چي د ملي اردو او ايتلاقي ځواکونو له خوا د طالبانو پر وړاندي پيل سوي وه، پاى ته ورسېدل، اسدالله خالد وويل چي په دې جګړه ٤١ کسه طالبان وژل سوي، ١٣ ژوندي نيول سوي او د ټپيانو شمېر نه دى مالوم، د همدا رنګه د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلي خبر هم ورکړ  او ويې ويل چي  د ژړۍ د امنيه کومندان په شمول شپږ تنه مړه، او نهه کسه ټپيان دي، د نوموړي په قول درې تنه ملکي کسان هم په دې جګړه کي مړه شوي دي. ", د ژړۍ ولسوالۍ جګړه پاى ته ورسېده 2336,," کندهار: د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کي ١٤ ټوټې تاريخي آثار وموندل سوه،  د سنګين ولسوالۍ د يو ځايي چارواکي تورن سيد عباس په وينا دغه آثار د يوه قبر د کيندلو پر مهال ترلاسه سوي دي، نوموړي وويل چي دوى به په دې اړه اطلاعات او کلتور وزارت ته خبر ورکړي چي آثار له نېژدې يې وګوري او ملي موزيم ته يې انتقال کړي. ",په سنګين ولسوالۍ کي لرغوني آثار وموندل سوه 2337,," په کاپيسا کې ددغه ولايت دولتى چارواکو ادعا کړى چې د تګاب ولسوالى کې يې د يو لړ عملياتو په بهير کې ١٤ تنه شکمن طالبان نيولى دي او يو اندازه سپکه او درنده وسله يې لاس ته راوړې ده .د کاپيسا د پوليسو مشر اندرابي ددغو عملياتوپخلۍ کړى او وايي داسې اطلاعات مودرلودل چې يو شمير وسله والو ياغيانو ټکل درلود چې په تګاب کې مرکز جوړ کړى او د عملياتو په موخه د کوه صافى غر تر خپلې ولکې لاندې راولي. ده وويل د عملياتو په ترځ کې ٢ دولتى عسکر او يو مخالف جنګيالى ژوبل شوي ، چې د درملنې له پاره پنجشير ته استول شوي دي .ده د نيول شوو کسانو د هويت په اړوند څه ونه ويل اونه لا تر اوسه د دولت مخالف لوري په دې هکله څرګندونې کړي دي.همداشان له بل لوري د ملى دفاع په يوه خپره شوې پاڼه کې راغلى چې په کنړ کې يې د ګډو عملياتو په بهير کې چې د (غرنى زمرى ) تر نامه لاندې پيل شوي ډيرې برياي لري او اوس هم دا عمليات روان دي . ",١٤ شکمن طالبان په کاپيسا کې نيول شوي دي. 2338,," د کنړ ولايت مرکز اسعد اباد ښار په ٣ کيلومترى د چغال سيمه کې نن امريکايي موټرو ته نيږدې چاودنه شوې ، چې مرګ او ژوبله نه لري .همداشان د امريکايي اودولتى ځواکونو عمليات په دغه ولايت کې دوام لري چې د مرګ او ژبلې په اړوند يې لا تر اسه کره مالومات نشته . د افغانستان ددفاع وزارت وايي په دغه عملياتو کې ١٢٠٠ ځمکنى او هوايي ځواکونه گډون لري او ددغه وزارت په وينا د عملياتو په ترځ کې يې ٧ تنه مخالف جنګيالى وژلي دي . ",کنړ کې چاودنه شوې 2339,," نن د خوست ښار ته نږدې د اسمعيل خيلو د ولسوالۍ په دوه لاره کې د دولتى پوليسو په موټر يوه چاودنه شوې ،چې هيڅ ډول مرګ او ژوبله يې نه ده اړولې .د خوست ولايت پوليسو د چاودنې سيمې ته نيږدې دوه تنه شکمن کسان له يو کلاشينکوف سره نيولى او ددغه ولايت د پوليسو مشر جنرال ايوب وايي له دغو کسانو څخه پوښتنې روانې دي. ",خوست کې د چادنې په تور ٢ شکمن کسان نيول شوي 2340,," ستر پښتون،ملي او  سیاسي شخصیت، د پښتنو د قامي وحدت سر لښکر، څېړونکې ، لیکوال، شاعر، او د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګوند مشر ارواښاد ډاکټر کبیر ستوري فاتحه نن داپرېل پر ۱۵مه نېټه د پېښور په سپين جومات کې ددرنو مراسموپه ترڅ کې واخيستل شوه دفاتحې په مراسموکې  چې دسهار په نهوبجوپيل شوي وه.  د لرې او برې پښتونخوا څخه ګڼ شمېر سياسي ،ملي او ولسي وګړيو ګډون کړی وو. له کوزې پښتونخوا څخه په راغليومېلمنو کې د پښتو د ادب پلار ښاغلي اجمل خټک، ښاغلی خان لالا محمدافضل خان ،ښاغلی حاجي غلام احمدبلور،ښاغلی بشير احدبلور،ښاغلي مياءافتخار، ښاغلي فريدطوفان او نور ګڼ شمېر ملي ، سياسي ،او ادبي شخصيونو شامل وو. همداشان يوزيات شمېر کسان دهيواد له بېلابېلو برخوڅخه چې  دفاتحې په مراسمو کې دګډون لپاره راغلي وو. د فاتحې مراسم د سهار په ۹ بجو دقرآن پاک  د مبارکو ايتونو په تلاوت پیل او ماسپښین ۱۲بجود دعا په لوستلو سره پای ته ورسېدل . ",په پېښورکې ډاکترکبيرستوري فاتحه واخيستل شوه 2341,,"   دائتلافي ځواكونو خبرپاڼه كاږي چې دغو ځواكونو دملي اردو په ملتيا تيره ورځ دارزګان  ولايت په شورا سيمه كې درې طالب جنګيالي وژلي خو دائتلافي سرتيرو دژوبلې كوم ياد پكې ندی راغلی ",په ارزګان كې طالبان وژل شوي 2342,افضل ټکور – لندن,"  په لندن کي د يارانو له ادبي هلو ځلو زه له پخوا څخه خبر وم او ددغه ډول غونډو جوړېدل مي نه يوازي دا چي ګټور بلل ، بلکي کله کله به مي له ښاغلي کامه وال صاحب سره ددغو غونډو په هکله اوږدې خبري کولې . په لندن کي د يارانو له ادبي هلو ځلو زه له پخوا څخه خبر وم او ددغه ډول غونډو جوړېدل مي نه يوازي دا چي ګټور بلل ، بلکي کله کله به مي له ښاغلي کامه وال صاحب سره ددغو غونډو په هکله اوږدې خبري کولې .   نه پوهېږم دغه ادبي غونډي کله او له کوم تاريخ نه پيل شوي دي ، خو ښه کار چي له هر وخت نه پيل شوی وي ، ملاتړ او ستاينه يې په کار ده . تر هغه ځايه چي ما اورېدلي ، په لندن کي دغه غونډي د پښتو ژبي د ښه ليکوال او ژورناليست ښاغلي عبيدالله محک په زيار پيل شوی او تر اوسه دوام لري .   دغه غونډي هر وخت د پښتو ژبي دژونديو ليکوالو او شاعرانو ، تاريخ ليکونکو او څېړونکو په وياړ جوړيږي او تر ډېره حده دلمانځني بڼه لري . په دغو غونډو کي زما لومړی ځل و چي برخه مي په کي واخستله ، او هغه هم دګران دوست زرين انځور په ياد غونډه وه ، له ښاغلي زرين انځور سره زه له دوو لسيزو زيات وخت کيږي چي له نژدې ورسره پېژنم ، ډېر څه مي له هغه نه زده کړي دي . هغه زموږ د هيواد دمعاصر ادبي بهير وتلی ليکوال ، محقق ، کره کتونکی ، او لنډه کيسه ليکونکی دی . دا لس کاله کيږي چي د خپل هيواد څخه پردېس د جرمني دکولن په ښار کي مېشت دی او په دغه موده کي يې دومره علمي او ادبي کار کړی چي پوره اکاډيميو او پوهنتونونو نه دی ترسره کړی . په لسګونو علمي ، تاريخي او ادبي اثار يې چاپ کړی او يو زيات شمېر علمي سيمينارونه يې جوړ کړي دي .   ښاغلي اکبر کرګر راته وويل چي د روان کار د مارچ په يودېرشمه د ښاغلي عبيدالله محک په کور کي د زرين انځور په ياد غونډه جوړيږي ، محک صاحب ماته ويلي وهچي تاسي خبر کړم . ماورته وويل چي داخو ډېر ښه کار دی ، خو څه به په کښي وايو ؟ هغه وويل زه هم نه پوهېږم ، وربه سو ، او بيا به ګورو ، په ټاکلې ورځ د ماځيګر شپږنيمي بجې وې چي دکرګر صاحب کور ته ورسېدلم ،او يو څو دقيقې وروسته د محک صاحب کور ته ورسېدلو، کورته چي ننوتلو نوهلته پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار ، ډاکټر داود جنبش ، ښاغلي اسماعيل سعادت ، ښاغلي ولي عبدالله ، ښاغلی سپين تڼی ، اوښاغلی حکيم سمسور چي په همدغه ورځ له کابله راغلی و ناست وو . اووه نيمي بجې ښاغلی ايمل پسرلی او ښاغلی داود اعظمي هم راغلل ، له دوی څخه وروسته ښاغلی حنيف بکتاش هم راورسېد .   محک صاحب وويل : غونډي ته اغلې صفيه حليم هم خبره سوې وه ، خو هغې د راتلو څه عذر وړاندي کړ . ښاغلی کامه وال او ښاغلی سنګروال هم بايد راغلي وای خو هغوی وطن ته تللي دي ، اوس نو که ستاسو خوښه وي لومړی به ډوډۍ وخورو او بيا به غونډه پيل کړو . د ډوډۍ خوړلو وروسته ډاکټر مجاور احمدزيار د انځور په ياد خبري پيل کړې ، هغه وويل : انځور صاحب ډېر کوچنی و چي زه د دوی کور ته تللی وم . دوی اصلآ د کندهار الکوزی دی . او دننګرهار د مومند درې ولسوالۍ د((ګردي غوث )) په کلي کې زېږېدلی دی .   بيا يې د زرين انځور د لنډو کيسو په باب د هغه د ليکوالۍ په هکله لنډي خو ګټوري خبري وکړې ، وروسته بيا غونډه د هغې مرکې په اورېدلو پيل شوه چي د ښاغلي ايمل پسرلي له خوا په هغه ورځ له ښاغلي انځور سره شوې وه ، مرکه چي تر نيم ساعت زياته وه ، ټوله د ليکوال د ژوند ، څېړنو ، او لنډو کيسو په اړه وه . دمرکې له اورېدلو نه وروسته محک صاحب وويل چي په ناستو کسانو کي تر ټولو زيات تر ټولو زيات ښاغلی اکبر کرګر او افضل ټکور له انځور صاحب سره ډېر نژدې پاته شوي دي ، لومړی به دوی دواړه د هغه په باب وږغېږي ، او بيا به موږ او تاسي .   همداسي غونډه پيل شوه ، لومړی اکبر کرګر دانځور صاحب په ياد وويل : ښاغلی انځور و ډېر ژور اولوی ليکوال دی ، زه يې له ډېرې اوږدې زمانې نه ان د پوهنتون له وخت څخه پېژنم . ماچي تر اوسه هر څه ليکلي يو ځل مي هغه ته اورولي او هر وخت يې خپل ښه نظر په ما لورولی دی . د هغه لنډي کيسې د هيواد د معاصر داستاني بهير تلپاتي بيلګي دي او زما په فکر هغه له ارواښاد ميرمهدی شا مهدي نه وروسته لومړنی کيسه ليکوال دی چي ښې لنډي کيسې يې ليکلي دي .   له ښاغلي کرګر نه وروسته ما هم د انځور صاحب سره د خپل ژوند په اوږدو کي د يو څو خاطرو يادونه وکړه ، او هغه وخت چي موږ په کابل کي و او يو ځای به مو په کورونو کي ادبي غونډي او مشاعرې جوړولې ، په دغو غونډو کي د انځور صاحب د ونډي او ارزښت په باب وږغېدم .   له مانه وروسته ښاغلي داود جنبش د ښاغلي زرين انځور سره د خپلو اړيکو او خاطرو په اړه وويل : انځور صاحب پرته له دې چي يو ښه ليکوال او کيسه ليکونکی دی ، ددې تر څنګ دعلمي اوادبي سيمينارونو ډېر ښه سمبالوونکی او ډېر زيات مېلمه پالونکی هم دی . ښاغلي جنبش وويل که د انځور صاحب تشويق او پرله پسې غوښتنه نه وي نو خدای خبر که ما د ماياروف کتاب چي د افغانستان د جګړو په باب يې ليکلی دی په پښتو ژبه ژباړلی وای .له ښاغلي داود جنبش څخه وروسته ښاغلي ايمل پسرلي وويل :   زه ښاغلی انځور له هغه وخته نه پېژنم کله چي هغه پاکستان ته راغی ، موږ به هلته سره کښېنستلو ، د لنډو کيسو او ادبياتو په باب به مو بحثونه کول . ښاغلي انځور يو د هغو ليکوالو څخه دی چي د لنډي کيسې په هر څه ښه پوهېږي ، خو د هغه ډېرې لنډي کيسې له واقعې پېښو څخه جوړي سوي دي ، خو زه وايم ليکوال بايد د کيسې لپاره موضوع ايجاد کړي .   له ښاغلي ايمل پسرلي وروسته ښاغلي محک وويل : له ښاغلي زرين انځور سره زما لمړۍ ليدنه په کابل کي د ښاغلي عارف خزان په مرسته وسوه ، او بيا هغه وخت د هغه د ( کړيکه ) په نوم لنډه کيسه خپره شوې وه ، او ددغي کيسې په ځانګړتياو يې لنډي او ګټوري خبري وکړلې .   د شپې پر لسو بجو غونډه پای ته ورسېده . خو کوم ټکی چي زه يې ددغو ادبي غونډو په هکله د ډېري يادوني وړ بولم دادی چي تر اوسه پوري ددغو غونډونه ګزاريشونه او نه تاريخونه ثبت شوي دي ، ما چي دغونډو څو دوستانو سره دغه خبره ياده کړه نو ومو پتېيله چي له دې نه وروسته به د هري غونډي راپور ، نېټه ، او که وکولای سو انځورونه ( عکسونه ) دځان سره ثبتوو ، تر څو په راتلونکي کي د يوه ماخذ په توګه داستفادې وړ وګرځي . په لندن کي له ليکوال او شاعر ( ښاغلي افضل ټکور)  څخه مننه کوم چي په لمړي ځل يې په لندن کي له يوې مهمي غونډي خبر کړو ، او هيله کوو چي په راتلونکي کي هم په لندن کي د ادبي ناستو او مجلسونو څخه خبرونه ترلاسه ، او خپاره کړو . درانه لوستونکي دښاغلي زرين انځور ژوندليک ددې ځای په کښېکاږلو لوستلای سې . عبدالله احسان  - هالنډ ",په لندن کي دزرين انځور په وياړ غونډه جوړه شوه 2343,," د زابل ولايت د پوليسو مشر ادعاکوي چې د تيره شپه يې د کابل او کندهار د لويې لار په اږدو قلات ته نيږدې د نورک او سپينې غبرګى په سيمو کې هغه مهال ١٤ تنه مخالف جنګيالى وژلى او يا ټپيان کړي دي، چې په پنځو دولتى پوستو يې بريد کړى وو . طالبان د دولت دا ډول ادعا ناسمه بولى او وايي يوازې دوه تنه پلويان يې ټپيان شوي او دولتى ځواکونو ته يې درنده مرګ او ژوبله اړولې ده او يو شمير پوستې يې له مينځه وړي دي. د زابل د پوليسو مشر ملاخيل بينوا ته وويل دوى مخکې د دښمن له بريد او نيت څخه خبر وو او دوى يې ددولت په ناببره ځوابيه بريد کې راګير کړل او دولتى ځواکونو ته هيڅ ډول زيان نه دى رسيدلى .ځايي اوسيدونکو په سيمه کې د درندې جګړې پخلۍ کړى چې سپکې او درندې وسلې په کې د داړو لورو له خوا کارول شوي دي. ",دولت وايى ١٤ مخالف جنګيالى يې ټپيان اووژلي دي 2344,," د نړۍ د کاتوليکانو مشر ١٦ پاپ بنديکت نن د واتيکان د سن پتر په ډګر کې د زرګونو زيارت کونکو په وړاندې د خپل لومړنى پيغام په ترځ کې د ايران د اتومى کړکيچ او د عراق دزورزياتى د ښه اواري په هکله دعا وکړه او د فلسطين څخه يې کلک ملاتړ وښود. ده د نړۍ له مشرانوڅخه وغوښتل چې د ايران د اتمى کړکيچ د حل له پاره دې ښه لار وپلټى او د فلسطين هېواد دجوړيدو ، چې په واقعى مانا خپلواک دى ملاتړ وکړي .ده دخپلو خبرو په ترځ کې د نړۍ د نارامو سيمو په ځانګړى توګه د منځنى ختيځ ، افريقا اولاتينى امريکا يادونه وکړه او دعا يې وکړه چې د عراق د تاوتريخوالى په ځاى سوله ټيڼګه شي . ",پاپ د ايران اوعراق دکړکيچ د اواري په هکله دعا وکړه 2345,,"   دطالبانو یوه ویاند خبري رسنیو ته ویلي چې دغو جنگیالیو نن په کندهار کې امریکایانو ته تلونکي ٥ ټانکرونه چې تیل یې وړل له دوو امریکایي موټرو سره یوځای سوځولي خو تردې دمه امریکایانو څه ندي ویلي. ",طالبانو په کندهار کي پنځه دتېلو ټانکرونه سوځولي 2346,,"   له غیرو مسولو نه دوسلو راټولولو یا ډایاگ چارواکي وایي سبا نه بله ورځ به ددغه پروگرام چارواکي په ننگرهار کې دوالي گل اغا شیرزي په بلنه غونډه کې چې ددغه ولایت له ولسوالیو استازي او قومندانان به هم پکې برخه ولري یو لړ درنې او سپکې وسلې به راټولې کړي دولسمشر له لوري لاسلیک شوي اسناد به هم دغونډې په ترڅ کې پخوانیو داردو افسرانو ته ورکړل شي.  ",ډایاگ پروگرام ته په جلال اباد کې وسلې سپارل کیږي. 2347,,"   نن دعراق دپلازمینې بغداد په سویل کې یو موټر چې له چاودیدونکي مواد ډک وه له یوه مارکیټ سره جوخت وچاودیده او له امله یې ١١ تنه وژل شوي ٢٣ تنه نور ټپیان شوي. ",په بغداد کي چاودني ۱۱ تنه ووژل 2348,,"   کله چې مونږ دباگرام بازار ته ورسیدو نو ځای ځای امریکایي سرتیري مو ولیدل چې له نظامي اډې بهر دباگرام بازار ته راوتي وه او دکمپیوټرونو یو ایس بی په اخیستلو لگیا وه هڅه مو وکړه له امریکایي سرتیرو سره وغږیږو ولې هغو له خبریالانو سره مرکه نه کوله. دباگرام په بازار کې یوه دوکاندار بینوا ته وویل چې دوی یو ایس بي چې پخوا یې له امریکایانو په یوه ډالر اخیستې وه اوس بیرته په امریکایانو یې په لس ډالره خرڅوي. یوه بل دوکاندار وویل امریکایي سرتیري دا څلور ورځې کیږي چې هره ورځ دباگرام بازار ته راوځي هر چیرې چې دکمپیوټر یو ایس بي او لاپ تاپ کمپیوتر چې دوی په بازار کې پخوا خرڅ کړي وي درې څلور چنده قیمت یې بیرته اخلي نوموړي بینوا ته وویل ده ډېرې یو ایس بي اخیستې وې او دا درې ورځې کیږي په امریکایانو یې بیرته خرڅوې پوره څلور سوه ډالره یې جیب ته اچولي. مونږ ددې موضوع د لا روښانه کولو پرموخه د امریکایي سرتیرو له ویاند سره اړیکه ونیوه خو نوموړي پدې اړه له مرکې ډډه وکړه. داسې ویل کیږي په باگرام کې له امریکایي سرتیرو یوه یو ایس بي ورکه شوې چې خورا زیات معلومات پکې خوندي وه. پخوا هم له باگرامه چېرې چې دامریکایي سرتیرو ستره پوځي اډه ده څلور عرب بندیان تښتیدلي وه. ",امریکایان دبگرام په بازار کې خرڅ شوي کمپیوټر بیرته اخلي. 2349,خادم کوچی,"  خادم کوچى  ١٣٨٤دسلواغې مياشت ماغوښتل چې دبدخشي مشرپه باره کې يوڅه وليکم چې په ولي باغ کې وليدل شوخودافغانستان دمشرانوسپرونواوراشه،ورشه دومره پراختياوموندله چې يوپربل پسې دمېږيانوپه ډول په دغه لوري مات او،وخو ځېدل،سړى ګومان کوي چې په دغه سيمه کې بياڅوک خپله پانګه لګوي اودانه،مانه غورځوي ياشيندي له همدې امله ده چې سياستمداريان په تاوده پله،تودومنډوترړو،غورځو پرځو،الون بلون اوڅيړه ښکاره کېږي ټول دنړۍدګرم سېل په لوروپڼېدل . دبدخشان دمشردغه جماعه يي اسلامي اوځينې نوروډلو دژوندله پيل سره سم داخوانيت دنګله کوله خپل ځانونه اوجنګي ډلې يې دسيدقطب اومحمدقطب زامن او لمسيان اوميراث خواره بلل،دولي باغ مشران يې کام پالونکي دشورويانوپلويان اوددوئ داسلام ګواکي دمجاهدينود اسلام اړوند ډلې بللې،داځکه چې دغه جهادوال اوځينې نوردانجوګانوخاوندان مشران که نن له ډبليوبوش کاکاسره دي اودهغه په ډالروچلېږي يانورلويديځوال  پرې لورېينه کوي هغه وخت ددغو جنګيالانومشرانومبارکه اړيکه له رېګن سره وه،ددغو جنګياليواودولي باغ دمشرانوسره يوځاى کېدل،خواخوږي اوخواله داسې کاربلل کېده لکه داور  او  اوبو  سره يوځاى کېدل. خودسياستمداريانوپه ويناسياست ډېرپېچلى،پېچوخم اوکګلېچونه لري کله کله داسې هم پېښېږي چې دخپلو سياسي ګټوله پاره ځينې مشران دچايوله انګېټۍڅخه راپورته کېږي ياله لاس څخه رانيول کېږي ديوهيواددواک په ګدۍکېنول کېږي اوکله هم دغنموبدرګه ورسره بارېږي په جوماتونوکې منځول ورسره کېږي داسې سياسي ملاتړورسره کېږي چې په خوايې هيچاخيال نه وي کړى. سړى نه شي ويلى چې پېښې په کوم لوري اودچاپه ګټه روانې اوچورلېږي خودسيمې دتېردوديزسياست او سياليوله مخې سړى په اسانۍسره پوهېدېدلى شي هغه داچې دغه خوځښت اونوښت له کوم لوري څخه پيل شوى دىچې دسيمې سياستوال يې سره نيږدې اومۍ،پۍلک، څک او يوځاى ناستوولاړوته هڅولي دي پوښتنه داده چې ددوئ دهلوځلومرسته څوک کوي لوېديزوال يې کوي؟؟دغه پېښې له پاکستان سره په يووالي اونژدېوالي کې کېږي؟؟اوکه هغوى ددغه هيواددماتولواوځورولوله پاره دغه ډول سياست چلوي؟؟ اوکه بياهم په سيمه کې دشوروي،اېران،نوروستانونواوهندوستان غښته روانه ده،چې دغښتې دپياوړتياله پاره سياستوال دلانځکوپه ډول راپورته کوي،زموږدخلکو اوسيمې برخه ليک پخوانۍزمانې ته رسوي،ترڅوپه سيمه کې يوځل بيادسړې جګړې سيالي راپورته کړي،زموږخلک يوبل پړاواوکړاوته وسپاري. دلته پښتون مشرتوب ياپښتانه مشران يادول غواړم خويوازې هغه څوکسه نه يادوم چې دپښتنوپه نوم سياست کوي،هغه ټول پښتانه مشران يادوم چې دپښتنوله ټولنيزواوژبنيوبرخوسره زړسوى اوخواخوږي لري،هغوى بايدپه دغه ډول سياسي غورځوپرځواوراشه درشه غلت نه شي له هرچااوهرلوري سره زموږناسته ولاړه اونژدېوالى بايدددې له پاره وي چې زموږدخلکوبرخې اوحقوق ورکول شي،دنړۍددغې ځمکې پرمخ به څوک وي چې موږته خپلې ژبنۍاوټولنيزې برخې راکړي،موږ ته سړک،ښوونځىاوروغتون راکړي،زموږژبې اوخلکوته درناوى ولري دانساني ژونددتېرولولارې چارې راسره خپلې کړي.   ",بدخشی مشر په ولي باغ کې!؟ 2350,عبدالله شاه ژوندون,"   ډ ير دروغ وايي چې وفا غزل ته رنگ ورکو ي دچا یادونه دي زما غزل ته رنگ ورکوي منم د ښکلو ادا گاني د غزل تور ي ديمگر په سترگو کې حیا غزل ته رنگ ورکو ي مو ږ خو دمیني ملنگان یو چې غزلي بولو ذاهده څه شی دي چې ستا غزل ته رنگ ورکوي که دمین شا عر غزلو ته لږ فکر وکړو شي به څرگنده چې جفا غزل ته رنگ ورکوي د چا چې فکر او خیالونه وي د بل په واک  کېخود بې د خوږ زړگي هوا غزل ته رنگ ورکوي  (ژوندونه) نن خو دي د حال ژبه لا بل څه وایيتا خو ویلو چې  ( ویدا ) غزل ته رنگ ورکوي                          عبدالله شاه ژوندون                          غزني قره باغ ",غزل 2351,عبدالودود :ميدان ښار,"  دميدان وردګوولايت دپلازمېنې په تالاركې دميدان وردګوولايت دوالي ښاغلي عبدالجبار `نعيمي`تر مشرۍ لاندې دعدلي او قضايي چارو شپږمه نوبتي غونډه ترسره شوه . عبدالودود :ميدان ښار  دميدان وردګوولايت دپلازمېنې په تالاركې دميدان وردګوولايت دوالي ښاغلي عبدالجبار `نعيمي`تر مشرۍ لاندې دعدلي او قضايي چارو شپږمه نوبتي غونډه ترسره شوه . غونډه كې د محكمو،محبس، څارنوا ليو، امنيې قومندانۍ، داطلاعات او فرهنګ اونورو دولتي ادارو له ريسانو پرته دامريكا سفارت حقوقي چارواكو، يوناما، دبشري حقوقونړيوالې ټولنې، دامريكا سفارت دعدلي او قضايي چارولوړپوړواستازيو، ولايتي بيارغونې ډلې او نورو بيلابېلوعدلي او قضايي نمايندګانو ګډون كړى وو. غونډه دميدان وردګوولايت دوالي ښاغلي عبدالجبارنعيمي په وينا پيل شوه.نوموړي په خپلې وينا كې وويل:` وياړم، چې يوځل بيا ديوې داسې غونډې پرانسته كوم ، چې زمونږ په ۲۸ كاله كړيدلي هېواد كې ورته ډېره اړتيا ليدل كېږي. داغونډه دهغو ستونزو او كړاونود حل لپاره چې په اته ويشت كلن ناورين كې رامنځته شوي،ضروري ګڼم.... يو سم اوشفاف عدلي او قضايي سېستم ته دټولنې هروګړى اړتيا لري. ديوه هېواد عدلي او قضايي سېستم چې هرڅومره فعال او شفاف وي، هغومره دهغه هېواد اوسېدونكي خوښ او خوشال وي.خپل ژوند كې ځانونه تنها نه احساسوي ، هېواد،دخپل ځان او خپل ځان دهېوادلپاره بولي، چې په نتيجه كې په هېواد كې سوله اوامنيت ټينګېږي ،دجنګ جګړو او ورانكاريو مخنيوى كېږي. او ټول وګړي بې له ستونزو خپل ژوند ته ادامه وركوي!`` دمحترم نعيمي له وينا وروسته ټولو ګډونووالو په خپل ، خپل وار خپلې ستونزې غونډوالو ته وړاندې كړې. چې دستونزو له وړاندې كولووروسته ټول غونډوال پرڅلورو كاري ډلو :( محكمو-څارنوالۍ- پولس)، محبس ، حقوق ، عامه پوهاوي ډلو ووېشل شول او په خپلوډليزوكارونوېې پيل وكړ. كابو پنځوس دقيقو نه وروسته ټولې ډلې بېرته غونډيځ(تالار) ته راوګرځېدې او خپلې لاسته راوړنې ېې غونډې ته واورولې: دمحكمو- څارنواليو_ پوليسو ډلې دتنخواو د كمښت ، دددولتي چارواكو دوړتيا پرلوړاوي، د تخنيكي وسايلو پر نشتوالي او دمخابراتو پر ارزښت اواړتيا خبرې وكړې. دوهمې ډلې چې دمحبسونوله چارواكو څخه جوړه وه، دميدان وردګوولايت محبس كې دپاكواوبو ، په ولسواليو كې دمحبس ودانيوپرودانولو ، دمېرمنولپاره دبندپر جوړولو رڼا واچوله. بنديانو لپاره دپاكواوبو دبرابرولو په اړه ځينو مرستندويانو ژمنې وكړې. دريمې ډلې چې دحقوقو بېلابېلو استازيو په كې گډون كړى وو، دمدافعې دوكيلانوپه اړه خبرې وكړې. چې بايد ميدانوردګوولايت كې دمدافعې وكيلانو ته زمينه مساعده شي. په دې اړه دميدانوردګوولايت ښاغلي والي وويل چې دوى په كابل كې دمدافعې له وكيلانو سره كتلي دي. همدارنګه ځينو ګډونوالو وويل چې دمدافعې وكيلانو ته دځاى ځايګې په برابرولوكې به هڅې وكړي. څلورمې ډلې دعدلي او قضايي چارو دعامه پوهاوي په اړه وه. له دې ډلې څخه د(يو ايس ايډ) استازي وويل چې دوى به په ميدان وردګوولايت كې له يولسو موجودو كلتوري ټولنوسره، په راتلونكيو دوو اوونيو كې د ويسيار ، ډي وي ډي پلېر، لوړ غږو، كمپيوټرو، غټوتلويزونونو او نورو توكو په برابرولو كې مرسته وكړي.تر څونوموړې ټولنې دعدلي اوقضايي چارو دپرمختګ لپاره ګامونه واخستلى شي. اوولس ته دخپلو حقووقو په اړه پوره پوره معلومات وركړى شي.  دغونډې په پاى كې دميدان وردګوولايت، ولايتي بيارغونې ډلې غونډوالو ته يو وړانديز وكړ چې په كې وويل شول ، په راتلونكي كې به دميدان وردګوولايت مقام ته يولس بيلابېل موټران اونور وسايل دعدلي او قضايي چارو دلاسمون په خاطر بر ابر كړي. چې له دې سره به ميدان وردګوولايت كې دولس، عدلي ، قضايي اوحقوقي چارواكو ډېرې ستونزې حل شي. ",وردګو كې شپږمه نوبتي عدلي اوقضايي غونډه وشوه 2352,," په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د هوايي بريد له امله د کنړ په کوړنګل کې ٧ تنه ولسى وګړي مړه او ٣ تنه نور ټپيان شوي دي. امريکايي ځواکونو په افغانستان کې د پېښې پخلۍ کړى ا ووايي په دې اړوند يې پلټنې پيل کړي دي . له بل لوري ددفاع زارت وياند وايي چې په کنړ کې عمليات افغان فوځ رهبري کوي . د کنړ والى وفا بينوا ته وويل چې د عملياتو په ترځ کې يې تر اوسه ١٣ تنه طالبان وژلى دي.د طالبانو يو وياند ډاکتر حنيف د کنړ دو الى خبرې ناسمې بولي او ادعا کوي چې لس تنه امريکايان يې په کنړ کې وژلى دي او د دوى دوه موټر يې له مينځه وړى دي . طالب وياندوايي امريکايانو د کوړنګل په سيمه کې په ٣ کورنو هوايي بمبارى کړې چې په کې د ماشومانو ا و ښځو په ګډون يې ٩ تنه ولسى او بې ګناه کسان وژلي دي . د ايتلافى ځواکونو يووياند (مايک کودى )د طالبانو ادعاوې دروغ بللې او وايي چې د دوى ځواکونو ته هيڅ ډول مرګ او ژوبله نه ده اوښتې .د ګنړ عمليات د تيرې چهارشنبې په ورځ پيل شوي دي. ",په کنړ کې ٧ تنه ولسى وګړي مړه او ٣ تنه ټپيان شوي دي 2353,," د عربى متحدو اماراتو چارواکو د اريانا افغان هوايي شرکت پر الوتکو هغه هېواد ته په الوتنو او کوزيدو باندې بنديز لګولى ، چې له دې امله ګڼ شمير مسافر له څو ورځو راهيسې سرګردانه يوې او بلې خوا ته لالهانده ګرزي . ددغه شرکت مشر نادر اتش بينوا ته ويل چې په راتلونکو څلورو يا شپږو اونيو کې به دا ستوزه د نويو رانيول شويو الوتکو په رارسيدو سره اواره شي . ده وويل د يو پلاوي په استولو سره يې د امارتو د چارواکو سره خبرې روانې دي . تر ډيره بريده ددغو بنديز لاملونه د الوتکو زوړوالى،د بيمه او اړينو اسنادو نشتوالى او نور يو شمير لاملونه په ګوته کيږي . همداشان په دغه شرکت کې د لوى فساد ، ځانځانى او بډې اخيستلو اوازې لا دې وړاندې مسافرين نا خوښى کړي وو او په وار وار سره ګڼ شمير مسافرينوتورلګولى چې ورسره ناوړه چلند کيږي . ",په افغان مسافر وړونکو الوتکو بنديز 2354,," د ترکيې پوليس وايي چې د استانبول په اروپايي برخه کې د يوې بمې چاودنې له امله ٣١ تنه ټپيان شوي دي چې يوازې د ٢ تنو حالت يو څه د انديښنې وړ بلل شوي دي. پوليسو اټکل کوي چې بم د کثافاتو په سطل کې ايښودل شوي . په واټ کې د شيشو ډيرې ټوټې تر سترګو کيږي . ",په استانبول کې بمى چاودنې ٣١ تنه ټپيان کړي 2355,," د ايران د بهرنيو چارو وزير منوچهر متکى وويل : ايران به د فلسطين له خلکو سره ٥٠ ميليون ډالرمرسته وکړي .ده اسلامى اوعربي هېوادونو ته هم له فلسطين سره د مرستې بلنه ورکړه او څرګنده يې کړه چې د يو شمير دولتونو د مرستو بنديز به د فلسطين دولس په ټينګه اراده اغيزه و نه لري . اروپايى ټولنې د کال ٦٠٠ او امريکا د کال ٤٠٠ ميليون ډالر له فلسطين سره مرسته کوله چې دا مهال دغه مرستې ځنډول شوي دي .او په بدل کې يې غواړى چې حماس اسرائيل په رسميت وپيږنى او د زورزياتى غندنه وکړي. ",له فلسطين سره د ايران د ٥٠ ميليون ډالرو مرسته 2356,," د لوګر د پوليسو مشر نن سهار بينوا سره په خبرو کې دا ومنله چې تيره شپه ددغه ولايت د څرخ په ولسوالۍ وسله وال بريد شوى دي چې يوازى يو دولتى پوليس په کې ټپي شوي دي.په دغه بريد کې سپکې او درنې وسلې کارول شوي او مخالف جنګيالو تر دم ګړۍ په دې اړوند څرګندونې نه دي کړي . د پوليسو مشر وايي بريد کونکې د دوى د ځواکونود ځوابيه بريد په پايله کې تيښتې ته اړ شوي دي. څو موده وړاندې هم په دغه ولسوالى بريد شوي وو ، چې ودانۍ يې په بشپړه توګه ويجاړه او سوې وه ",د څرخ په ولسوالۍ وسله وال بريد شوي دي . 2357,," د روغتيا سيمه ايزه ناسته نن د افغانستان پلازمينه کابل کې د ٩ هېوادو د استازو په ګډون جوړه شوه. دغه ناسته د روغتيا وزارت په بلنه د څلورو ورځو له پاره په کابل کې دوام مومي .ناسته ( ساري ناروغتيا پوله نه پيږني ) تر عنوان لاندې جوړه شوې او ټاکل شوې ده چې د ايدز ، ملاريا د جرګانو د والګى ، سل او يو شمير نورو ساري نارغيو په اړوند دا موضوع و ارزول شي ، چې څه ډول په سيمه کې په دې هکله يو له بل سره همکاري وکړي او په وړاندې يې مبارزه وشي .لا دې وړاندې د ناستې په اړوند د پاکستان ، ايران ،تاجکستان ،ترکمنستان، ازبکستان ،ترکيه ،قزاقستان ، چين ، مصر او عراق د روغتيا وزيرانو ته د گډون بلنه ورکړ شوې وه . ",د روغتيا سيمه ايزه ناسته کابل کې پيل شوه . 2358,,"   دولسمشر كرزي دمطبوعاتي دفتر له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه كې راغلي چې ولسمشر امنيتي ادارو ته دنده سپارلې ترڅو دشنبې په ورځ دكنړ دمانوګي په سيمه كې دملكي خلكو دوژنې لامل په ډاګه كړي ويل كيږي دائتلافي ځواكونو له لورې ٧ تنه ملكي وګړي په كنړ كې دعملياتو په ترڅ كې چې دغو ځواكونو دمخالفينو په وړاندې درلود وژل شوي ",ولسمشر په كنړ كې دعامو وګړو دوژنې په اړه پلټنه غواړي 2359,," د غزنى والى شيرعلم نن له بينوا سره په خبرو کې وويل چې د هېواد دښمنانو تيره شپه د دغه ولايت د مقر په ولسوالۍ کۍد يو لومړنى ښونځي ودانۍ ته اور اچولى دى . ده وويل د پېښې په اړوند يې په سيمه کې پلټنې پيل کړې دي. او س مهال د دغه ښونځى ٨٠٠ زده کونکى له ستونزو سره مخامخ دي .يو شمير کتابونه او اداري اسنادهم سوي دي. ",په غزنى کې يو ښوونځى سوي دى 2360,,"   نن دكندهار په ښار كې له لرې كنټروليدونكي بم چاودنه شوې له امله 5 تنه ټپيان شوي او دپوليسو دوه موټر هم سوزيدلي. ",په كندهار كې چاودنه شوې 2361,," د ناڅرګندو لاملونو له مخې تيره شپه د ګرديز ښار لويديځه برخه کې چې د عسکرى فامليو په نامه ياديږي د يوې کورنۍ خاوند او ميرمن يې دناپيږانده کسانو له خوا حلال سوي دي .د پکتيا ولايت د پوليسو مشر بينوا ته وويل په دې اړوند يې پلټنې پيل کړي دي او تر اوسه يې د پېښې په اړوند څوک نه دي نيولي . ",ګرديز ښارکې ديوې کورنۍ خاوند او ميرمن حلال سوي 2362,," له غرمې ورسته د دوه نيمو بجو په شاو خوا کې د کندهار ښار د پنځمې ناحيې اړوند دقوماندو عسکري غند ته نيږدې د سړک په سر چاودنه شوې چې له امله يې ٦ تنه دولتى پوليس ټپيان شوي دي . چاودنه هغه مهال رامينځ ته شوې ، چې د دولتى پوليسو موټر له دغې لارې تيريدل ، د کندهار د پوليسو مشر د پېښې پخلۍ کړى او وايي يوازې د يو تن ټپونه د اندېښنې وړ دي . د پېښې په اړوند څو ک نه دي نيول شوي او امنيتي چاراکو په دې هکله پلټنې پيل کړي دي. د پېښې ټپيان د کندهار دميرويس په روغتون کې تر درملنې لاندې دي .د پوليسو دوه موټر هم په چاودنه کې ويجاړ شوي دي . ويل کيږي چاودنه د ريموټ کنترول له مخې تر سره شوې ده . ",په کندهار کي بمي چاودني شپږ تنه ژوبل کړي دي 2363,حسن حقيار,"  محمدحسن حقيار د(تخنوم دې) تر سرليک لاندې دهېواد دتکړه ليکوال او طنز ليکونکي ښاغلي محمد عارف ننګيار نااشنا طنزي ټولګه پدې وروستيو کې چاپ شوه . دا دښاغلي ننګيار دوهمه طنزيه ټولګه ده، له دې مخکې دده د (هو صيب نه صيب) تر سر ليک لاندې بله ټولګه چاپ شوې وه .   دا نوې  ټولګه څه باندې سل مخه لري او ٣٥ طنزونه پکې ځاى شوي دي، چې دنور دخپروونکې ادارې لخوا د ١٠٠٠ ټوکو په شمېر کې په ښکلي ډيزاين چاپ شوې ده. دپښتۍ په لومړۍ مخ يې يو ښکلى، رنګه  اوخندوونکى کارتون کښل شوى دى . دننګيار نا اشنا درې نورې طنزيه ټولګي اوس چاپ ته چمتو دي، چې دامکان په صورت کې به چاپ شي . محمد عارف ننګيار نا اشنا دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ دکريمدادو د کلي اوسېدونکى ،٤٧ کاله عمر لري اوله  ١٣٦٤ کال راهيسې طنزونه ليکي، چې دهېواد په ډېرو مشهورو اخبارونو، مجلو او مهالنيو خپرونو کې يې هر کله طنزونه چاپېږي . ننګيار اوس په ازادۍ راډيو کې کارکوي او دګوړې اچار او دشمسو کيسو په نومونو دوه طنزيه راډيويي خپرونې چلوي  .       ", (تخنوم دې ) دننګيار نااشنا دوهمه طنزي ټولګه 2364,حسن حقيار,"  محمدحسن حقيار د(تخنوم دې) تر سرليک لاندې دهېواد دتکړه ليکوال او طنز ليکونکي ښاغلي محمد عارف ننګيار نااشنا طنزي ټولګه پدې وروستيو کې چاپ شوه . دا دښاغلي ننګيار دوهمه طنزيه ټولګه ده، له دې مخکې دده د (هو صيب نه صيب) تر سر ليک لاندې بله ټولګه چاپ شوې وه .   دا نوې  ټولګه څه باندې سل مخه لري او ٣٥ طنزونه پکې ځاى شوي دي، چې دنور دخپروونکې ادارې لخوا د ١٠٠٠ ټوکو په شمېر کې په ښکلي ډيزاين چاپ شوې ده. دپښتۍ په لومړۍ مخ يې يو ښکلى، رنګه  اوخندوونکى کارتون کښل شوى دى . دننګيار نا اشنا درې نورې طنزيه ټولګي اوس چاپ ته چمتو دي، چې دامکان په صورت کې به چاپ شي . محمد عارف ننګيار نا اشنا دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ دکريمدادو د کلي اوسېدونکى ،٤٧ کاله عمر لري اوله  ١٣٦٤ کال راهيسې طنزونه ليکي، چې دهېواد په ډېرو مشهورو اخبارونو، مجلو او مهالنيو خپرونو کې يې هر کله طنزونه چاپېږي . ننګيار اوس په ازادۍ راډيو کې کارکوي او دګوړې اچار او دشمسو کيسو په نومونو دوه طنزيه راډيويي خپرونې چلوي  .       ",تخنوم دي ( د ننګيار نااشنا د طنزونو ټولګه ) 2365,," د کنړ په مرکز اسعداباد ښار کې عينى شاهدانو بينوا ته وويل نن غرمه او له غرمې وروسته ٣ توغندي په دغه ښار پريوتى ، چې مالى او ځانى زيان نه لري . د ښار يو اسيدونکى وويل يو توغندى دا يتلافى ځواکونو مرکز ته نږدې لګيدلى دى . دا توغندى په داسې مهال کې توغول شوي چې ددغه ولايت په دره پيچ کې لا هم ګډ عمليات د مخالفو جنګيالي په وړاندې دوام لري .په دغه عملياتو کې ٧ تنه ولسى وګړى مړه او ٣ تنه نور ټپيان شوي دي . ",اسعد اباد په دريو توغنديو ويشتل شوي . 2366,," د پکتيکا د يو سف خيلو ولسوالۍ کې تيره ورځ دولتى ځواکونو ٦ تنه شکمن کسان نيولى دي . سيمه ايز فوځى چارواکى جنرال محمد اکرم بينوا ته وويل :له نيول شوو کسانوڅخه يو شمير لارښودې او تبليغاتې پاڼې او ماينونه تر لاسه شوي او له دوې څخه اوس مهال پوښتنې روانې دي . ده ونه ويل چې نيول شوي کسان څوک او له کومى ډلې سره تړاو لري. ",په پکتيا کي شپږ تنه شکمن کسان نيول شوی 2367,," پرون د پښتونستان مبارز شاعر، ليکوال او سياستوال ښاغلى اجمل خټک په يوه دوه ورځني سېمنار کي د ګډون له پاره د افغانستان پلازمېني کابل ته راورسېد. دا سېمنار چي د ښاغلي خټک په اړه په کابل کي جوړېدونکى دى، په اړه يې د ولسمشر فرهنګي سلاکار زلمي هيوادمل پژواک خبري اژانس ته ويلي چي په دې دوه ورځني سېمنار کي به چي نن په کابل کي پيلږي، د ښاغلي خټک د ژوند پر سياسي او ادبي اړخ د ليکوالو له خوا څېړنيزي مقالې ولوستل سي. ", سياسي مبارز او ليکوال اجمل خټک کابل ته راورسېد 2368,," د زابل ولايت د پوليسو مشرنن سهار بينوا سره د کابل او کندهار د لويې لار په اوږدو کې د يو پنځه کسيزې وسله والې ډلې د مشر دوژل کېدو خبره وکړه او زياته يې کړه چې پرون د قلات او ښارې صفا ترمينځ سيمه کې د ځايي اوسيدونکو په مرسته دغه ډله د پوليسو له خوا وځپل شوه او دوه تنه يې ژوندى ونيول شول .ځايي اوسيدونکى وايې ځايي پوليسو د يوې نيښتې په ترځ کې وتوانيدل چې ددې ډلې مشر چې عبد الحليم نوميده ووژنى. د زابل ولايت چارواکى ادعا لري چې نوموړې ډلې وسله وال بريدونه کول  . ", د يوې وسله والې ډلې مشر زابل کې وژل شوي دي. 2369,," د هلمند ولايت د خان نشين پر ولسوالۍ تيره شپه د افغان دولت مخالف جنګياليو وسله وال بريد کړى دى چې د دغه ولسوالۍ د پوليسو مشر په کې ژوبل شوي دي . د هلمند ولايت د پوليسو مشر منلې چې د پوليسو او مخالف جنګياليو ترمينځ د سهار تر ٤ بجو پورې جګړه شوې چې په پايله کې وسله وال بريد کوونکى تښتيدلي دي. . ددغه نيښتې د مرګ اژوبلې په اوړند کره مالومات نشته . ",د خان نشين ولسوالۍ تر بريد لاندې راغلې 2370,," د خوست ولايت د پوليسو مشر محمد زمان خبري رسنيو ته وويل : ايتلافى ځواکونو په دوو جلا پېښو کې د خوست ښار او يعقوبيو ولسوالۍ کې په ډزو سره ٦ تنه ولسى وګړي ټپيان کړي دي. د يعقوبيو ولسوالۍ کې د يوې نوې پيدا شوي نجلۍ په ګډون ٣ ميرمنې او د خوست ښار کې يو پلار له خپل ځوان زوى سره ټپيان شوي دي . پرون د دولت په خپره شوې پاڼه کې افغان ولس مشر حامد کرزي له نړيوالو ځواکونو وغوښتل په خپلو فوځى عملياتو کې پوره پاملرنه وکړي او دولسى او بيګنا وګړو د وژلو او ټپي کېدلو مخه دې ونيسي . ",په خوست کي دايتلافي ځواکونو ډزو شپږ تنه ژوبل کړل 2371,شېر علم امله وال (ننګرهار)," شېر علم امله وال (ننګرهار) له ډېرو پخوانيو زمانو راهيسې د نړۍ بېلا بېل هېوادونه د کوکنارو کر سره اشنائي لري ، ځينې يې درمل او ځينې نور يې د نشه ييزو موخو (مقاصدو) لپاره ترې استفاده کوي ، چې ددې بوټي څخه استفاده او پېژندنه تر ميلادي پيړۍ له مخه پېل شوى. تارياک (اپيوم) د لمړې ځل لپاره د ميلاد څخه مخکې مصريانو ، پارتيانو ، چينايانو ، دوخيانو او جاپانيانو د مخدره موادو په توګه وپېژندل . په نهمه ميلادۍ پيړي کېعربي طبيبانو ، اپيوم ، په درملو کې استعمال کړ او پر ١٢ م پيړې چين او قرمز کېد تارياکو استعمال دود شو . ورو ، ورو يې انحصار ايراني پاچايانو لاس ته ولوېده ، چين خپل سرحدونه دې زهري مادې لپاره خلاص پرېښودل او له همدې ځايه ټولې نړۍ ته ليږديدل د سايکالوژيکو تاثيراتو بنسټ د اروپايانو له خوا په چين کې اېښودل شوى ، تارياک پر 1493 م کې سويس ، انګلستان ، المان او فرانسي د درمل لپاره تر مطالعې لاندي ونيول ، سرتونر Sertuner  الماني درملګر (فارمسست) له تارياکو څخه الکولوئيد مورفين جلا کړه ، د  مورفين کشف سره د تارياکو سوداګرۍ زياته وده وکړه . او اسيا ته تارياک د پرتګاليانو ، هالنډيانو ، هسپاناويانو او انګليسانو له خوا راوړل شوې ، څرنګه چې تارياک په درملو کې استعماليده خوب راوړونکى او ارام راوړونکى اغيز يې درلود هماغه وو، چې بشر نشه ييزو مقاصدو لپاره استعمال کړ . د مخدره موادو مارکيټ ، بازار ، غوښتنه او تقاضا د نړۍ په پرمخ تللو هېوادونو کې ده او سستو سوداګر يې هم هملته په لويو هېوادونو کېدي ، چې٣٠ کاله وړاندې د افغانستان په لرو پرتو سيمو ، غرو ، رغو کې کوکنار کرل کېده خو د جګړو او مهاجرتونو له امله چېد افغانانو په اقتصادي ، سياسي ، کلتوري او ټولنيز ژوند او چار چاپيريال کې ژور بدلونونه راغلل او د افغانستان د وخت دولت د حاکميت ساحه ورو ،  ورو تنګېدله او په سيمو کې د دولت مخالفو قوماندانانو واک پراخېده قوماندان د بهرنيو د سياسي ، مالي او پوځي ملاټړ څخه برخمن وو ،  څرنګه چې مخکې يادونه وشوه په غرو ، رغو او لري پرتو سيمو کېد کوکنارو کر موجود وو، هغه سيمې به چې د قوماندانانو تر ولکې لاندې راتلل کوکنارو کر زياتېده پدې ډول ددې بوټې کراو تجارت زيادښت ومونده چې څومره به د قوماندانانو د واک ساحه پراخېدله هومره د کوکنارو کر او سوداګري ډېرېده آن تر دې چې دولتي واک قوماندانانو لاس ته ورغي د کوکنارو کر عام او حتمي شو . افغانستان د نړۍ د تارياکو توليدونکو هېوادونو په سر کې ځاى پيداکړ . د طالبانو د واکمنۍ په وروستيو کلونو کې د ملا عمر د فرمان له مخې د کوکنارو په کر بنديز ولګيد ، خو تجارت يي لا ازاد روان وو  د ملاعمر تر مشرې لاندې طالبانو تحريک منظم او مذهبي شکل درلود د مشر تابه اوامرو ته په شايد او بايد ډول غاړه اېښودل کېده بله وجه يې مذهبي اثرورسوخ ګڼل کيدي شي خو کله چې پخواني جنګسالاران يو ځل بيا سياست ډګر ته راوستل او د قدرت واګي ورته وسپارل شول يو ځل بيا د کوکنارو کر کيله عام او زيات شو ، د يوې نړيوالې سروي له مخې چې په ٢٠٠٤ م کال کې د نړۍ ٨٧ % اپيوم په افغانستان کې شوې وو او په اروپا کې استعماليدونکى هيروينو ٩٠ % د افغانستان د کوکنارو څخه شميرل کيږي . څو کاله وړاندې کروندګرو ته د يو جريب کوکنارو په بدل کې٣٥٠ امريکائي ډالره ورکول کيدې ، څخه چې دا مرستي د سيمه ئيزو قوماندانانو او چارواکو له لارې ويشل کيدې اړو او مستحقو دهقانانو ته ونه رسيدې او يا هم تر اوسه چې کومې وړې او غټې پروژې د کوکنارو د له منځه وړلو په منظور تر سره شوې اغيز من نه دي ثابت شوي . اوس بيا د افغانستان دولت ، امريکا متحده ايالات ، انګلستان او نور مرستندويه هيوادونه د کوکنارو پر ضد مبارزي ډګر ته راوتلې چې له ځينو خنډونو او چلنجونو سره مخامخ دي . غواړم پدې ليکنه کې هغو لاملونو او خنډونو ته اعشاره وکړم چې تر اوسه موجود دي او همدارنګه د دې ستونزې د حل لپاره ځينې وړاندېزونه وړاندې کړم .    لاملونه يا علتونه :   ۱  د کرنېزو مځکو نشتوالى او لږوالي ،د افغانستان ٨٠ % ساحه غرونو نيولى ٥ % زراعتي ځمکه او ١٥% شاړي او دښتې دي . ۲ د اوبو خور منظم نظام نشتوالى ۳ څوکلنه دوام داره وچکالي ۴  په هېواد کې د بيسوادۍ د کچې لوړوالى ۵ بي کاري او بي روزګاري ۶  د نشه ئي توکو له بهرنيو قاچاقبرو سره د افغانانو اشنائي . ۷  نورو زراعتي محصولاتو لپاره په نړيواله کچه د مارکيټ نشتوالى. ۸   د نفوسو زياتوالى   دا خو هغه لاملونه او علتونه دى چې تر اوسه طبعي ډول پدې هېواد کې موجودې دې او يا هم د چارواکو د نه پاملرنې له امله د زياتېدو په حالت کې قرار لري خو ترڅنګ يې نور خنډونه او چلنجونه هم شته چې بايد ترې يادونه وشي ، چې د مخدره موادو په کر او سوداګرۍ کې ځانګړى اهميت او اغېز لري   خنډونه يا چيلنجونه :   ۱د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د هېواد په ټولو برخو کې نه حاکميت او لږ اغېز ۲د ملي پوليسو او ملي اردو د روزنې او جوړونې د بهير سستوالى او لږ والى . ۳په دولتي ادارو کې د اداري فساد زياتوالى ۴د دولت پروګرامونو ته د دولتي چارواکو نه هوډ منتيا نه ژمنتيا او بي وفائي . ۵له قاچاقبرو سره د دولتي چارواکو لاس ۶کروندګرو ته د بل بديل فصل نه وړاندې کول .   دا يوه ستونزه ده ، داسې هم نه دى چې هېڅ د حل لاره نلري که واقيعا د افغانستان دولت او ورسره نړيوال مرستندويان غواړي چې په نړيواله کچه د تارياکو سوداګري او کر بند کړي لمړې دې بايد هغه لاسونه لنډ کړې چې دا توکې په ګرانه بيه رانيسي او بيا يې اسيائي ، اروپائي او خليجي هېوادونو ته لېږدوي او هلته يي ورته ښه ګرم بازار او مارکيټ جوړ کړى دى په بل عبارت بايد د تارياکو تقاضا له منځه ويوړل شي ، کله چې تقاضا له منځه لاړه شي عرضه پخپله له منځه ځي ياني دا چې د نړيوال مافيا جرړې دې له بېخه وويستل شي . عجيبه او حيرانونکى خو داده چې نړيوال سازمانونه او د افغانستان دولت بار ، بار اعلان کوي چې د مخدره موادو په قاچاق کې سيمه ييز او لوړ پوړې دولتي چارواکي واليان او آن وزيران لاس لري خو تر اوسه يو وزير ، والي او يا هم بل کوم سيمه ييز واکمن پدې تور ونه نيول شو له دندي ګوښه نشو او نه هم سزا ورکړ شو زما له نظره د هېواد په ټولو برخو د مرکزي حکومت نه کنترول او د دولتي چارواکو له خوا د مرکز اوامرو ته نه غاړه اېښودل دى . هيله ده  چې ښاغلى حامد کرزى چې يو ټاکل شوې ولسمشر دى د هغه چارواکو لست  ولس ته وړاندې کړې او هم هغو دولتي چارواکو ته سزا ورکړې چې د مخدره موادو په قاچاق کې ککړ دي تر څو د ولس ريښتينى باور پر دولت نور هم زيات شي په بې ځايه وعدو ، غورځو ، پرځو هېڅ هم نه کېږي همدا ډول ددې ستونزې سره د مبارزې لپاره د افغانستان دولت او نړيوال مرستندويان لاندې وړاندېزونه په نظر کې ونيسي .    وړاندېزونه ۱ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت (مرکزي دولت) د هېواد ټولو برخو ته د حاکميت پراختيا ۲د مسلکي ملي پوليسو د شمېر زياتوالى ۳   له دندو څخه د جنګسالارانو ګوښه کول ، ټوپکواکى پرځاى د قانون واکمنۍ ټينګښت لپاره عملي هلې ځلې . ۴په ټولو ملي او سيمه ييزو دولتي ادارو کې د رشوت او اداري فساد پر وړاندې کلکه مبارزه او له منځه وړل . ۵  د نړيوالو خيريه موسسو او نادولتي کورنيو (انجوګانو) له کارونو څخه څارنه او کنترول ۶ د بيان ازادى ته درناوى او د سالم انتقاد منلو سياست عملي کول ۷په واقعي شکل مسلکي او اهلو اشخاصو په دولتي پوستونو کې ټاکل . ۸  سرکونو جوړول او پخول . ۹صنعتي فابريکو جوړول او فعال ساتل  . ۱۰بريښنائي سيستم رغول ، جوړول او د هېواد ټولو برخو ته د بريښنا رسول . ۱۱د اوبو خور منظم نظام جوړول د شاړو دښتو او زمکو ابادول . ۱۲د زراعتي فارمونو ، نهرونو ، کانالونو رغول او جوړول . ۱۳د نورو ګټورو زراعتي فصلونو لپاره په نړيواله کچه مارکيټ پيدا کول . ۱۴ښوونې او روزنې سيستم ته زياته پاملرنه او د ولس د سواد کچې لوړول ۱۵روغتيايې برخې رغول او جوړول   او داسې ورته نورې غټې پروژې دې تر لاس لاندې ونيول شي او هم دې ،ددې توکې پر ضد مبارزې لپاره له تبليغاتي وسايلو لکه اخبار ، مجله ، راډيو ، تلويزيون ، ډرامو ، عامه پوهاوي غونډو ، ورکشاپونو ، سيمينارونو او اعلانونو له لارې دې ورته منظم پلان جوړ او ددې توکې د ناوړو اغېزو په باب چې د ټول بشريت ګډ دښمن دى پراخ تبليغاتي کمپاين تر سره شي، او په ټوليزه توګه د دوام داره او ټول ګټو اوږد مهالو پروژو عملي پيل او ولس ته د کار د زمينې  برابرولو په صورت کې به د کوکنارو کښت په تدريجې ډول لږ او له منځه لاړ شي . د کروند ګرو باور پرحکومت هله راتلای شي چې عملي کار شروع او ولس ته کار پيدا شي او هم دارنګه کومې مرستې چې له دهقانانو سره کېږي بايد دې په مستقيم ډول له هغوي سره وشي نه د قوماندانانو او ملکانو له لارې په دې ډول به د کوکنار پر ضد مبارزه خپل اصلي هدف ته ورسېږي نړيوال او افغانان به ددې نيشه يې توکې له شر څخه خلاص شي .   ",دکوکنارو پرضد مبارزه :::: خنډونه او وړاندېزونه 2372,,"  دځوان شاعر او خبريال نجيب عامر درېيمه شعري ټولګه تازه له چاپه ووتله – عامر چې تر دې مخکې يې د (دچينارو لاندې منګيه ) او ( د نرګسو غاړکۍ ) په نوم دوه شعري ټولګې او د ( پاچاهۍ اخري ورځ ) په نامه دنړيوالو داستانونو يوه ټولګه خپره کړې تازه ټولګه يې ( د نيمو شپو خبرې ) نوميږي او پېښور کې د دانش کتاب تون له خوا خپور شوى دى – په زرو ټوکوکې چاپ شوى دغه کتاب يو سل او لس مخونه لري چې ورکې غزلونه ، نظمونه او د نورو ژبو څخه ژباړې تر سترګو کيږي – په کتاب ليکنه وږمه سبا کړې چې په يوه برخه کې يې راغلي [عامر په خپله شاعرۍ کې دکلي او ګودرونو ،دبيديا د کوچۍ نه تر کېژدۍ پورې ، د ښار ښکلاوې هم ستايلي دي – هغه دا ثابته کړې چې د ښار په رڼا ګانو کې هم ر ڼې رڼې ښاپېرۍ شته ، مينه شته او ژوند له ښکلا سره پوره مل دى ]داهم دعامر هغه شعر چې دکتاب نوم ترې زېږېدلى دى :  د نيمو شپو خبرې تورتم کې خاموشۍ کې ها د نيمو شپو خبرې په ياددې دي کېږدۍ کې ها د نيمو شپو خبرې شېلې د غرو لمنې زه اوته غاړه په غاړه د شپون خوږې شپېلۍ کې ها د نيمو شپو خبرې ما ښام دې په ګودر کې دهمزولو سره وکړې په څومره سادګۍ کې ها د نيمو شپو خبرې له قندو نه خوږې وې لاتر اوسه مې دي يادې په وېره په بلۍ کې ها د نيمو شپو خبرې مونږ دواړو حال ونه وى خو بيا هم شوې مشهورې په ټوله د نيا ګۍ کې ها د نيمو شپو خبرې  اوږدې به تر هغې شوې چې اذان به ملا وکړو عامره په ځوانۍ کې ها د نيمو شپو خبرې 2005 اکتوبر 22 پېښور- حيات اباد  د وږمه سبا عامر ناول ( بنګړيواله )  بنګړيواله د ځوانې ليکوالې ، شاعرې او خبريالې وږمې سبا ناول دى چې پېښور کې ددانش کتابتون له خوا تازه له چاپه راوتلى – وږمې سبا تر دې مخکې د ( واورې لمن ) په نامه د لنډو کيسو او د ( د پلوشو اتڼ ) په نامه شعري ټولګه خپره کړې او سر بيره پر دې ګڼ شمېر شعرونه او لنډې کيسې يې په پښتو مجلو او ورځ پاڼو کې خپاره شوي دي – بنګړيواله د سبا چاپ شوى لومړى ناول دى خو تردې مخکې يې د ( بازار ) په نامه يو بل ناول هم ليکلى چې تر او څه لا چاپ شوى نه دى – بنګړيواله رنګه ټايټل ، زر ټوکه ، اوه دېرش څپره او يوسل او دوه اويا مخونه لري چې په خپله لمن کې د رڼا او ميړني په نامه د دوو مينانو کيسه رانغاړي – بنګړيواله يو رومانټيک ناول دى اود مينې گڼې صحنې پکې انځور شوې دي - ",د(نيموشپو خبرې)او(بنګړيواله ) کتابونه چاپ شول 2373,نجیب عامر,"  دځوان شاعر او خبريال نجيب عامر درېيمه شعري ټولګه تازه له چاپه ووتله – عامر چې تر دې مخکې يې د (دچينارو لاندې منګيه ) او ( د نرګسو غاړکۍ ) په نوم دوه شعري ټولګې او د ( پاچاهۍ اخري ورځ ) په نامه دنړيوالو داستانونو يوه ټولګه خپره کړې تازه ټولګه يې ( د نيمو شپو خبرې ) نوميږي او پېښور کې د دانش کتاب تون له خوا خپور شوى دى – په زرو ټوکوکې چاپ شوى دغه کتاب يو سل او لس مخونه لري چې ورکې غزلونه ، نظمونه او د نورو ژبو څخه ژباړې تر سترګو کيږي – په کتاب ليکنه وږمه سبا کړې چې په يوه برخه کې يې راغلي [عامر په خپله شاعرۍ کې دکلي او ګودرونو ،دبيديا د کوچۍ نه تر کېژدۍ پورې ، د ښار ښکلاوې هم ستايلي دي – هغه دا ثابته کړې چې د ښار په رڼا ګانو کې هم ر ڼې رڼې ښاپېرۍ شته ، مينه شته او ژوند له ښکلا سره پوره مل دى ]داهم دعامر هغه شعر چې دکتاب نوم ترې زېږېدلى دى :  د نيمو شپو خبرې تورتم کې خاموشۍ کې ها د نيمو شپو خبرې په ياددې دي کېږدۍ کې ها د نيمو شپو خبرې شېلې د غرو لمنې زه اوته غاړه په غاړه د شپون خوږې شپېلۍ کې ها د نيمو شپو خبرې ما ښام دې په ګودر کې دهمزولو سره وکړې په څومره سادګۍ کې ها د نيمو شپو خبرې له قندو نه خوږې وې لاتر اوسه مې دي يادې په وېره په بلۍ کې ها د نيمو شپو خبرې مونږ دواړو حال ونه وى خو بيا هم شوې مشهورې په ټوله د نيا ګۍ کې ها د نيمو شپو خبرې  اوږدې به تر هغې شوې چې اذان به ملا وکړو عامره په ځوانۍ کې ها د نيمو شپو خبرې 2005 اکتوبر 22 پېښور- حيات اباد ",نيموشپو خبرې 2374,وږمه سبا عامر,"  بنګړيواله د ځوانې ليکوالې ، شاعرې او خبريالې وږمې سبا ناول دى چې پېښور کې ددانش کتابتون له خوا تازه له چاپه راوتلى – وږمې سبا تر دې مخکې د ( واورې لمن ) په نامه د لنډو کيسو او د ( د پلوشو اتڼ ) په نامه شعري ټولګه خپره کړې او سر بيره پر دې ګڼ شمېر شعرونه او لنډې کيسې يې په پښتو مجلو او ورځ پاڼو کې خپاره شوي دي – بنګړيواله د سبا چاپ شوى لومړى ناول دى خو تردې مخکې يې د ( بازار ) په نامه يو بل ناول هم ليکلى چې تر او څه لا چاپ شوى نه دى – بنګړيواله رنګه ټايټل ، زر ټوکه ، اوه دېرش څپره او يوسل او دوه اويا مخونه لري چې په خپله لمن کې د رڼا او ميړني په نامه د دوو مينانو کيسه رانغاړي – بنګړيواله يو رومانټيک ناول دى اود مينې گڼې صحنې پکې انځور شوې دي - ", بنګړيواله 2375,," عبدالودود= میدان وردګ دميدان وردګوولايت ولسواليوكې دكليو دسړكونو په ګوته كولو او دجوړښت دلومړيتوب د څرګندولو په اړه دميدان وردګوولايت دښاروالۍ په تالار كې دټولټواوكليودپراختيا وزارتونو او ولايت په ګډوهمكاريو،دوه ورځنى وركشاپ پيل شو. نوموړى وركشاپ دميدانو وردګو دوالي ښاغلي عبدالجبار `نعيمي`له خواپه داسې حال كې چې دټولګټو،د كليواو پراختيا وزارتونو استازي، د ميدان وردګو دولسواليو ولسوالان، ، ولسي استازي او گڼ شمېر دمرستندويو ټولنو نمايندګان شته ول؛ پرانستل شو. دپرانستې پرمهال ښاغلي نعيمي دخپلې وينا په اوږدو كې دوركشاپ په ارزښت رڼا واچوله او له ګډونوالو څخه ېې وغوښتل چې دپلان جوړولو اود سړكونو دجوړښت دلومړيوالي په نخښه كولو كې له ډېر غور اوپام څخه كار واخلي تر څونوموړى پلان په راتلونكي كې هم خپل ارزښت له لاسه ورنكړي. همدارڼه ښاغلي نعيمي ټينګار وكړ چې مرستندوې ټولنې دې خپل كارونه دولس دسوكالۍ او هوساينې په موخه په سمه توګه ترسره كړي.هر كار چې كوي بايد له ولس سره ېې له پوهاوي راوپوهاوي (تفاهم) نه وروسته پيل كړي، ځكه چې هر كار دولس دګټې لپاره كېږي. او ولس په خپله، خپلې ګټې تر هر بل چا ښې پېژني. ديادونې وړ ده چې دغه ډول وركشاپونه له دې وړاندې دكابل ، پروان، پنجشېراو لوګرپه ولايتونو كښې هم تر سره شويدي. له وركشاپ نه پرته په همدې ورځ دميدان وردګوولايت په غونډيځ( تالار) كښې دښاغلي نعيمي ترمشرۍ لاندې: ديوناما،بلجيم، زوا، پاملرنې،ډاكار، كوار، سوېډش كميټې ، دشرق دمرستندويوټولنو ، دځينودولتي ادارو ريسانو او گڼونورو چارواكو په ګډون غونډه وشوه. غوڼده كې ښاغلي نعيمي په ولايت كې پر،پرمختياي چارو او ستونزو خبرې وكړې. او له مرستندويوځنې ېې هيله وكړه چې ددې ولايت دبيا رغونې په لارو چارو كې پوره پوره همكاري وكړي.په دغه موقع ښاغلي والي خواشيني څرګنده كړه چې مرستندوې ټولنې مياشتنۍ پرمختايي غونډو ته په خپل وخت نه راځي اوځينې مهال هغه استازي غونډو ته وراستوي چې دپرېكړې حق نلري. له هغوى نه ېې وغوښتل چې راتلونكيو مياشتنيو غوڼدوته هغه كسان چې دپرېكړې حق ورپه برخه دى راواستوي. ",وردګو كې 2ورځنى وركشاپ او پرمختيايي غونډه وشوه 2376,," عبدالودود:  ميدان ښار ميدان وردګوولايت كې دنوموړي ولايت دوالي ښاغلي عبدالجبار نعيمي تر مشرۍ لاندې اداري غونډه وشوه. غونډه كښې دميدان وردګوولايت دټولو ادارو ريسانو او ديوڅو ادارو مديرانو برخه اخستې وه. دغونډې په اوږدوكې ځينوغونډوالو خپل، خپل كاري راپورونه او ستونزې غونډې ته وړاندې كړې، چې دګډونوالو له خوا، وشربل او دحل پر لارو ګودرو ېې رڼا واچول شوه. دغونډې اوږدو كې په نرخ ولسوالۍ كې يادې شوې ولسوالۍ ته دراستنو شويو ۱۴۰۰ كډوالو ته دښار ګوټي پر ودانولواو چمتو كولو اوږدې خبرې وشوې ، چې په پاى كې وويل شول چې په نږدې مهال كې به كډوالو ته هستوگنځايونه برابر شي.  پردغه مهال ښاغلي نعيمي وويل، كله چې دوى پاكستان كې ول، نو له ډېرو كډوالو سره ېې ليدلي او دهغوى كړاونه او لانجمن ژوند ېې په خپلو سترګوليدلى دى. نوموړي دادارو له ګردومسؤلانو څخه وغوښتل چې دكډوالولپاره دښه ژوندانه دبرابرولوپه لار كې دې هر اړخيزې مرستې ورسره وكړي.دوى زياته كړه :` كډوال چې افغانستان ته راشي نو له بده بخته دځينو ميرزا قلمانو له خوا ورسره ښه چلند ونه شي نو زړونه ېې مات شي اوبيا هېواد ته راستندېدو ته زړۀ نه ښه كوي.`` همدارنګه ښاغلي نعيمي له غونډوالو نه هيله څرګنده كړه چې دولس دستونزو په حل ، اودپرمختياي پروژو په څارنه كې دې پوره پوره هڅې وكړې. ",ميدان وردګوكې اداري غونډه وشوه 2377,," له بينوا سره د پکتيکا والى محمد اکرام خپلواک دا ومنله چې دغلو يوې وسله والې ډلې تيره شپه د يوسف خيلو په ولسوالۍ کې دپاملرنې په موسسه چې د ښونى او رونې په چارو کې له افغان ولس سره مرسته کوي وسله وال بريد کړى او ددغه موسسې مشر يې ټپي کړى دي .په دغه بريد کې غلو د موسسې هر څه تباه کړي يو شمير توکى يې له ځان سره وړي او د موسسې هر څه ته يې اور اچولى دى. دغه بريد دمشه خيلو په سيمه کې رامينځ شوى دى . ",په پکتيکا د پاملرنې دفتر وسوځول شو . 2378,," ", 2379,," دولسى جرګې مشرنن دا خبره ياده کړه ، چې د افغان ولسمشر د کابينې ٥ تنه نوماندى وزيران له خپل دوهم بهرنى تابعيت څخه لاس په سر شول .يوازې بهرنيو چارو وزرات ته نوماند وزير داکتر رنګين سپنتاکه څه هم خپل چمتوالى ښودلى، خو لا هم له خپل دوهم تابعيت څخه نه دى تير شوي . داکتر سيد مخدوم رهين،محمد امين فرهنګ، سهراب على صفري ،محمد اعظم دادفر او سنګين اميرزى هغه وزيران دي چې له خپل دوهم تابعيت څخه تير شوي. دولسى جرګې مشر داهم وويل چې سر له سبا به د کابينې ټولو ٢٥ نوماندو زيرانو ته د باور د رايې لړۍ پيل شي. ولسى جرګې ته د افغان ولسمشر د ٢٥ وزيرانو د پيږندلو ، کارى تګ لارې او پوښتنو لړۍ پرون پاى ته ورسيده . ",د کابينې ٥ نوماندى وزيران له دوهم تابعيت څخه تير شول 2380,," په کندهار کې افغان دولتى چاراکى وايي چې دافغان او مريکايي ځواکونو په ګډو عملياتو کې يې د دغه ولايت د ميوند ولسوالۍ د (دوکې) په کلى کې ٨ تنه مخالف جنګيالى نيولي دي . په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسله او مهمات هم ترلاسه شوي او دکندهار د قول اردو مشر بيا د مخالفينو د يو شمير اډو د له مينځه وړلو ادعا هم وکړه .طالب اورپکو په دې اړوند څه نه دي ويلي. ",کندهار کې ٨ مخالف جنګيالى نيول شوي 2381,," د خوست ښار کې تيره شپه ناپيږانده وسله والو کسانود هندوانو په درمسال بريد کړى دى او له دغه درمسال څخه يې يو اندازه نغدې پيسې غلا کړي دي. په دغه بريد کې چې ددغه ولايت د پوليسو مشر يې پخلۍ کړى دى د درمسال هيندارې دروازې او کړکى ماتې او زيانمن شوي دي. چارواکو په دې اړوند پلټنې پيل کړي دي او ددغه بريد پړه تراوسه چا په غاړه نه ده اخيستې. ",په خوست کې د هندوانو په درمسال بريد شوي . 2382,," تيره شپه دکندزد ملى امنيت چارواکو ددغه ولايت د امام صاحب په ولسوالۍ کې ٤٤٠٠بوتل شراب چې د تاجکستان څخه هېواد ته داخل شوي ووهغه مهال نيولى چې د پوليسو له خوا د خان اباد بندر ته ليږدول کېدل .دغه موضوع د پوليسو او ملى امنيت ترمينځ تاوتريخالى رامينځ ته کړى او د ملى امنيت چارواکې ادعاکوي چې ٤ تنه پوليس سرتيري او دوه تنه منصبدار پوليس په هغو موټرو کې وو چې نوموړى شراب يې ليږدول . ",کندز کې پوليسو ٤٤٠٠ بوتله شراب ليږدول 2383,," په کنړ کې د پوليسو مشر بينوا ته وويل چې نن له غرمې مخکې د پولې هغه خوا درى توغندې په کنړ توغول شوي چې په سيند او شاړو ځمکو کې ليګيدلي دي ،چې ځانى او مالى زيان نه لري . همداشان طالبانو ادعا کړې ده چې تيره شپه يې د جلال اباد په هوايي ډګردوه توغندي ويشتلي دي.د ننګرهار د پوليسو مشر بيا د پېښې پخلۍ نه کوي.. ",کنړ او ننګرهار کې توغندي لګيدلي دي . 2384,," افغان ولس مشر حامد کرزي د روغتيا سيمه ايز کنفرانس ته، چې نن په کابل کې رسما پرانيستل شو وينا واوروله او خوښي يې څرګنده کړه چې هېواد يې په دې وتوانيد چې خپل ګاونډيان او دوستان د يوې موضوع د څيړلو په اړوند په يو ځاى کې راټول کړي.دغه کنفرانس د افغانستان د روغتيا وزارت له خوا جوړ او د ٩ هېوادو لوړپوړي چارواکې ورته رابلل شوي دي . برخه وال به په دغه دوه ورځنى کنفرانس کې د ساري ناروغيو په وړاندې دګډې مبارزې او همکارى لارې چارې ولټوي. ",کرزي د روغتيا سيمه ايز کنفرانس ته وينا واورله 2385,هارون خپل," زه پـــه فقر کي راضي يـــــم، تــــر هر چا خوښ فقر ګنج دی زه  پـــــه دې ګنج و غنــــــــا خوښ   د فنــــــــا په تحفه ژوند د ابــــد مومـــــــــــــــــــم زه تـــر نېست وجود، په هست يم د بقــأ خوښ   په څپو، موجو مستي کــــــــړم دا مي ژوند دی زه مـــــاهی په اوبو پايم، په دريــــــــــــــا خوښ   درد د ژوند سوز و ګــــــــُداز  دی شِکوه نه کړم ! زه پـــــــه دې سوز و ګُــــــــداز کي تر دوا خوښ   چي درمـــــــان له خوار طبيبه پـــــــــــوره نه دی نن تر نبض، نُسخې په دَم د مسيحــــــــا خوښ   مـــــــــــــا تعلُق و حجاب پرې کړ د اغيـــــــــارو نن په يو محبوب تر غېر و مـــــــــــــــاسوا خوښ   چي پر ښار و مَلْک قبضه د دېـــــــــــو و دد سوه نن خلوت زما امــــــــــــــــــــــــان ، په اِنزوا خوښ   له کتاب، مکتب، تعليمه حُصُول نـــــــــه سوه ! اوس تر هر مُعـــلِم، مــــــُلا يم، په عطـــــــأ خوښ   يو کــــــــــلام چي زړونه ونيسي، تسخير کــړي زه دحــــق په هسي چېغه او وينــــــــــــــــــا خوښ   دهر نېست، فـــــــــاني په مينه خلک ســـــــوځي زه مـــــرغه د لامکان، په لــــــــــــــــوړ اروا خوښ   په دې دور دمـــــــانـــــــا څښتن کېميـــــــــــــا دي دلته هـــــــر يو په شېــــــــــــــخۍ او په عَبـا خوښ   کـــوڼ بعيد يې لـــــــــه لـــــــذته بې بهـــــــــــره دی زه له هـر سُرود قريـب يم، په صـــــــــــــــــــــــدا خوښ   نازولـــــــــی که وفـــــــــــا غواړي بې نــــــــــــــــياز دی زه  نيــــــــــازمن د يار په ظُلم، په جفـــــــــــــــــا خوښ   دعشق کـــــــــور کي دا جفــاکټ مټ وفــــــــــــــــــا ده ما اختياروهُـــــــوډ سپارلی، په رضـــــــــــــــــــا خوښ   چي هر څه را څخه  نېست، په دلبـــــــــــر هست کړي نـــــن په هسي رنګ ساقي،مـــی و مينـــــــــــا خوښ   که څوک دا، هغه او نور راتـــــــــه پېشکش کـــــــړي زه هــــــــــــارون په يو نظــــــــــــر يم د اشنــــــــا خوښ   ",خوښ 2386,نعمان دوست - کابل,"  يادښت  : دوه شپې وړاندې د خوست ديعقوبيو ولسوالۍ هغه ميرمن چې لور يې په روغتون کې زېږدلې وه او کورته په لاره وو ، امريکايي سرتېرو پرې ډزې وکړې او دغه نوې زيږدلې نجلۍ ( چې لا يې يو ساعت هم دنيا کې نه و تېر کړى ) ، دهغې مور او څو تنه نورې ښځې يې ټپيانې کړې  . نعمان دوست – کابل  د وري ٣٠مه ",خـــــــــوســـــــــــــــــــــــــــتۍ خــــــــــــــــــــــــــــــــــور ته ! 2387,نعمان دوست," يادښت  : دوه شپې وړاندې د خوست ديعقوبيو ولسوالۍ هغه ميرمن چې لور يې په روغتون کې  زېږدلې وه  او کورته په لاره وو ،  امريکايي سرتېرو پرې ډزې وکړې او دغه نوې زيږدلې نجلۍ ( چې لا يې يو ساعت هم دنيا کې نه و تېر کړى ) ، دهغې مور او څو تنه نورې ښځې يې ټپيانې کړې . ربه پوښتنه کوم  خدايه  ! بنده دې يم بخښنه غواړم  يو څو پوښتنو اجازت راکوې؟ پرون زما په خويندو  ډزې وشوې  وړه خورکۍ يې راته وويشتله دې ظالمانو ته دې هېڅ ونه وې؟  ربه!  بنده دې يمه ،  ځار شم درنه کاشکې له سره دې خلق کړى نه واى زما له خويندو وينې دارې وهي زه پر قاتل لاس جګولى نه شم خدايه!  وږي ليوان مې په هډ چک لګوي خالي رګونو کې مې ساه خوځيږي زه ورته ګورم دوى شخوندونه وهي اخر په راز د داسې ژوند مې پوه کړه؟   خدايه ! بصير يې، هر څه خپله وينې په خپل  کاله کې راته خور ووېشته وړه لورکۍ يې غېږ نه پرېوتله اخر په مونږه داسې کېږي څله؟   ربه!  دردونه مې له حده زيات دي بخښنه غواړم ګستاخي مې وکړه دخورکۍ چيغو رانه عقل وړى ماليوني باندې حساب مه کوه !!!  د وري ٣٠ مه کابل ",ربه پوښتنه کوم ! 2388,," تيره شپه لسو بجو په کابل کې د امريکا سفارت ،ناتود ځواکونو مرکزاو دافغانستان راديو تلويزيون ودانۍ ته نږدې يو توغندۍ ولګيد چې له امله يې يوتن ساتونکى ټپي او ډير مالى زيان اړولى دي. د توغندى له پريوتو وروسته سيمه د بهرنيو او کورنيو ځواکونو له لوري کلابند او وتړل شوه او هيڅ يو بهرنى او کورنى خبريال ته اجازه ور نه کړه شوه چې د پېښې ځاى وګوري . ددغه بريد پړه تراوسه چا په غاړه نه ده اخيستې مګر د چاودنې غږ دومره قوي وو، چې په لرې پرتوسيمو کې يې غږ د کابل ښاريانو تر غوږو رسيدلى دى .چارواکو ويلى چې د سفارت کارکونکو ته هيڅ ډول زيان نه دى رسيدلى. ",امريکا سفارت ته نږدې کابل کې توغندۍ وليګد. 2389,," ايتلافى ځواکونو نن له غرمې ورسته د جلال اباد تورخم په لاره د مارکو سيمه کې يو موټر چلوونکى په ډزو وواژه . دننګرهار دپوليسو وياند عبد الغفور بينوا ته وويل : وژل شوى کس وړاندې له دې چې په ايتلافى ځواکونو د لاسي بم بريد وکړي د ايتلافى ځواکونو له لوري په ډزو له مينځه لاړ . يو شمير نور رپوټونه بيا وايي چې نوموړي غوښتل ځانمرګى بريد تر سره کړي . وياند ويلي چې دغه کس په يوه پاکستانى کمپنى کې کار کوو .يو طالب وياند بيا ويلى چې ددوىيو پلوى طالب دامريکايي ځواکونو پر قطارد جلال اباد هوايي ډګر ته نږدې ځانمرګى بريد کړى دوه موټر يې له مينځه وړي او مرګ او ژوبله يې امريکايانو ته اړولې ده . ",ايتلافى ځواکونو يو تن په ډزو وواژه . 2390,," کندهار کې د پې ار ټى يو وياند جيولى را بيرج نن خبريالانو ته وويل د هلمند د سنګين ولسوالى په اړوند سيمو کې د کانا ډايى عسکرو په يو موټر ماين والوت چې له امله يې دوه تنه کاناډايى عسکر ټپيان شوي دي. ده د پېښې نور جزيات په ډاګه نکړل . ",هلمند کې دوه کاناډايان عسکرټپيان شوي 2391,," د هلمند د سنګين ولسوالۍ د خاکيش کاريز په سيمه کې د امريکايي عسکرو موټر ته د ماين چاودنه شوې چې په سيمه کې د عينى شاهدانو له خولى موټر زيانمن شوى اومرګ او ژوبله يې هم اړولې ده . له چاودنې وروسته سيمه ايز کورونه تلاشي شوي او چورلکو د سيمې د پاسه څو ځلې الوتنې تر سره کړې دي. ددغې پېښې پخلى تراوسه په رسمې توګه نه دى شوى . ",په هلمندکې امريکايي موټر په ماين الوتۍ 2392,," ", 2393,," ", 2394,," د هغه تړون له مخې چې د پاکستان او د ګډوالو د عالى کميشنرى د چاراکو ترمينځ نن اسلام اباد کې لاسليک شو ، په پا کستان کې به افغان ګډوالو ته د ديو درى کلن سند ( پيږند پاڼه) ور کړل شي ، چې پر بنسټ به يې افغان کډوال د پاکستان د ننه يو او بل ځاى ته د تګ اوراتګ حق تر لاسه کړي .د تير کال د يو سرشميرنې له مخې ٣ اعشاريه ٤ ميليون کډوال په پاکستان کې ژوند کوي .هغه افغانان چې نوم ليکنه ونه کړي غير قانونى به وبلل شي .تړون د پاکستان د سرحدونو د چار وزارت مرستيال قمرزمان او په دغه هېواد کې د کډالود ادارې استازى کينټ گوبرى کرستوس لاس ليک کړى دى. ",افغان کډوالو ته پاکستان کې٣ کلن سند ورکول کيږي 2395,," د غور ولايت ګڼ شمير ميرمنې ددغه ولايت د ميرمنو د چارو د رياست د مشرې ميرمن سوسن له کړنو سرټکوي او وايې چې نوموړې ميرمن په خټه ايرانۍ ده . د غور والى عبدالحق هم د دغه ټکى پخلى کوي او زياتوي ، چې د افغانى تابعيت د لاس ته راوړلو له پاره يې هڅې پيل کړي دي . سوسن هم وايى چې ايرانۍ ده خو له يو افغان ګډوال سره يې واده کړى او ٦ کاله په افغانستان کې ژوند کوي . له دې نه وړاندې ولسى جرګه کې د غزنى ولايت استازې ميرمن راحله بى بى کبرا عالم شاهى باندې ورته تورونه لګول شوي چې سپيناوى يې تر دم ګړى نه دى شوي . ",د غور د ښځود چارو مشره په خټه ايرانۍ ده 2396,," د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې د افغانستان ،پاکستان او امريکا د ګډې فوځى ناستې وروسته پاکستان ، افغان ځواکونه په راتلونکىمياشت کې د ګډو فوځى تمريناتو د ترسره کولو له پاره را وبلل .دغه تمرينات به د مى په مياشت کې د امريکايي ځواکونو ترڅنګ په ګډه اجرا شي .د دغو تمريناتو موخه تر ډيره بريد د دواړو هېوادو په ګډه پوله کې د ترهګرى په وړاندې د عملياتو يو خيل کول بلل شوي . ",افغانستان اوپاکستان به ګډفوځى تمرينات تر سره کړي 2397,," امريکا د کوبا د ګوانتانامو په جيل کې د بنديانو بشپړ نوم ليک د چهارشنبې په ورځ خپور کړ چې ټول ټال ٥٥٨ بنديان په دغه نوم ليک کې په ګوته شوي دي .له دوى څخه يې ١٣٢ د سعودى عربستان ، ١٢٥ د افغانستان او ١٠٧ د يمن تابعيت لري .،چې لږ ترلږ ه له څلورو کلونو راهيسې د ګوانتانامو په جيل کې بنديان دي. ",د ګوانتانامو د بنديانو بشپړ نوم ليک خپور شو 2398,," د پاکستان د فوځ وياند ويلى په هغه سله وال بريد کې چې نن دشمالى وزيرستان په ميرانشاه کې ترسره شو ٧ تنه مړه او ٢٢ تنه نور ټپيان شوي دي. ",په ميرامنشاه کې ٧تنه مړه او ٢٢ تنه ټپيان شوي دي 2399,," د کلتور او ځوانانو چارو وزارت لپاره نومول شوى سړى، مخدوم رهين، د ملي شورا لخوا د باور رايې په ترلاسه کولو کې پاتې راغى. د پارلمان د ٢٤٤ غړيو له منځه، رهين يواځې ٩٣ مثبتې رايې واخيستې.  د ولسمشر کرزي دا لومړۍ نومونه ده چې په  ١٣١ مخالفو رايو باندې رد کړ ل شوه.   د رايو په ډله کې يوه سپينه او ١٩ ممتنع وې.  پر رهين باندې تېره اونۍپارلمان ته د وينا له اورولو وروسته کلکې نيوکې شوې وې.  له هغه مهال راهيسې داسې انګېرل کېده، چې رهين به بايلونکى وي.  پر رهين باندې ډېرى نيوکې له دې لامله شوې وې چې د ده له وزارت سره راجسټر شوې رسنۍ کله ناکله داسلامي شريعت له پولو هاخوا اوښتې او بل دا چې د پښتو او دري وړ انډول نه و پکې ساتل شوى.  ",رهين د کلتور وزارت بايلود 2400,," ميرويس جلالزی - کابل په سيمه کښئ يوه عيني شاهد چي نه يي غوښتل نوم يي واخيستل شي  نن سهار بينوا ته وويل چه دا بريد تيره شپه يولس بجي تر سره شوي او د سر زيان يې ندي اړولي خو يوازي د نژدي ودانيو هينداري يي ماتي کړي او د امريکي د سفارت وداني يي هم څه نا څه زيانمنه کړي ده . نوموړي وويل چه دا توغندي په ونو او د ملي تلويزيون د شمشا د ستلايت دستګاه تر څنګ چه اوس ويجاړه ولاړه ده په مځکه پريوتي. له بل لوري د امريکي د سفارت وياند فانتور خبري رسنيو ته ويلي چه د امريکا هيڅ يو تبعه نده ژوبل شوي او نه هم وژل شوي خو داسي نا سپين راپورونه هم راغلي چي يو امنيتي افغان قرارداي په بريد کښئ برسيرن ژوبل شوي ده. د توغندي د ويشتو سيمه نده معلومه شوي خو امريکايي ځواکونه وايي چه عمليات يي پيل کړي تر څو دا په داګه کړي چه بريد چا تر سره کړي ده.   ",دملي تلويزيون ودانۍ ته څېرمه توغندۍ راپرېوته 2401,," ميرويس جلالزی - کابل د غزني ولايت د امنيه قومنداني د جنايي امريت يو مامور چه نه يي غوښتل نوم يي  واخيستل شي وويل پريکړه شوي چي هيڅ څوک په موټر سايکلو د تلو راتلو حق نلري خو په يو شرط هغوي دا حق لري چه قانوني اسناد ولري دا په داسي حال کښي ده چه د نوموړي په وينا د دي ولايت ٨٠ موترساکيلونه بي له کومو قانوني اسنادو ګرځ را ګرځ کوي. ويل کيږي ډير تروريستي حمله هم له موټر سايکلو نه په ګټي اخيستني تر سره کيږئ. چارواکي وايي دا کار يي وروسته له هغه کړي چه څه موده وړاندي د غزني پخواني والي قاري تاج محمد چي په قاري بابا مشهور وو د موټرسايکل سپرو له خواه ووژل شو. له دي نه مخکي تير کال بيا د غزني په ګاونډ زابل کښي د موټر سايکلو په ګرز را ګرز سربيره د پطرولو خرڅول هم منع کړاي شوي وو. د دولت له دي ګام سره هغه کسان چي ځان ته طالبان وايي د غزني د اندړو ولسوالي اوسيدونکي يي دي ته اړ کړي دي چه خپل موټر په کورو کښي ودروي  که نه نو پري به بريدونه وکړي خو د غزني والي حاجي شير علم دا ادعاوي نه مني او وايي چه دولت پوره واکمن دی.   ",په غزني کي د ناقانونه موټرسايکلو ګرځول منع شول 2402,," ميرويس جلالزی - کابل د طالبانو د ماشرانو د ډلي يو تن جلال الدين حقاني افغان وګړو ته خبر داري ورکړي تر څو له دولتي او بهرنيو څواکو سره کار ونکړي   د جلال الدين حقاني دا غږيز ټيپ نن د الجزيره عربي تلويزيوني شبکي له خواه خپور شوي دی . دا غږ چي ويل کيږئ د جلال الدين حقاني ده وايي که هر څوک د دوي خبري ونه مني نو بيا به يي دوی پروا ونکړي. جلال الدين حقاني چي د پخواني جهادي مشرانو له ډلي يو ده اوس له طالبانو سره يو ځاي شوی دی .   ",جلال الدين حقاني ويلي چي له دولت سره کار مه کوﺉ ! 2403,ميرويس جلالزی - کابل,"   زه ترهګره  نه يمه زه بلوا ګره  نه يمه   يو ځل هر څه  راکوي بيا مي په شا ټکوي   بيا وايې ........ ته يې ته يې زما بچي وژنې ته   هغه زه وم  چي    ستا په خبرو مي خپل هر څه کړل جار   زه ترهګره  نه يمه زه بلوا ګره  نه يمه   ولي مي کور ورانوې تا خو ويل چي زه ملګري يم ستا   ها ملګرتيا دي څه شوه ؟  وفا داري دي  څه شوه.   ملګري داسي کړي ؟ اي د لستوني ماره ! ملګري داسي نه وي ؟   زه تروريسته نه يم زه بلواګره  نه يم ",ولي مي وژنې 2404,بي بي سي پښتو," ولسي جرګه او د ښاغلي کرزي نوي کابينې ته د اعتماد درايي ورځ د افغانستان په ولسي جرگه کې د ولسمشر حامد کرزي له خوا کابينې ته د نومول شويو کسانو لپاره رايه تر ډيره له هيلو خلاف وه .داسې باورونه او اټکلونه وو چې په ولسي جرگه کې به ځينې ډلې له ولسمشر کرزي سره د مخالفت په هيله د دوى وړانديز شوي کسان رد کړي . خو په پاى کې يوازې پنځه کسان رد شول او په مهمو څوکيو باندې د ولسمشر نومول شوي وزيران ومنل شول . په هغو کسانو کې چې پاتې راغلل ښاغليو رهين او فرهنگ ښايي تر ټولو مشهور وو . دوى دواړه د طالبانو د رژيم له نسکوريدو راهيسته د ولسمشر کرزي په کابينو کې په پرله پسې توگه په خپلو څوکيو پاتې وو . پاتې درې رد شوي کسان نوي وو . د سوداگرۍ او صنايعو لپاره نومول شوى وزير ډاکټر محمد حيدر رضا ، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزير گل حسين احمدي او د ښځو د چارو وزيره ډاکټره ثريا رحيم صبحرنگ ونه توانيدل چې له ولسي استازيو رايه واخلي . د مخابراتو وزير اميرزى سنگين ، د کډوالو وزير استاد اکبر اکبر او د ښار جوړولو وزير انجينير يوسف پښتون ونه کولاى شول چې له اصولو سره سم په سلو کې تر ٥٠ ډيرې رايې وگټي . د دې له امله لانجه پيدا شوه خو په پاى کې پريکړه دا وشوه چې ممتنع رايې له حسابه وباسي او په کاريدليو رايو کې سلنه وباسي . تر ټولو ډيرې رايې د روغتيا وزير ډاکټر سيد محمد امين فاطمي وگټلې . ښاغلي فاطمي ٢١٧ رايې ترلاسه کړې . د کليو د پراختيا لپاره نومول شوي وزير احسان ضيا چې پخوا د ښاغلي اتمر مرستيال و د ٢٠٦ رايو په ترلاسه کولو دويم تر ټولو ډير بريالى کس و . تر ټولو لږې رايې ښاغلي امين فرهنگ ترلاسه کړې . ښاغلي فرهنگ يوازې ٦٠ رايې وموندلې او ١٥٤ کسانو د دوى خلاف رايه ورکړه . د ټولو رايو جزييات په دې ډول دي : نوم ، وزارت ، گټلې رايې ، مخالفې رايې رنگين دادفر سپنتا ، د بهرنيو چارو وزير ١٥٠ ، ٧٥ ستر جنرال رحيم وردگ ، د دفاع وزير ، ١٦٦ ، ٦٢ ضرار مقبل ، د کورنيو چارو وزير ، ١٨٥ ، ٥١ ډاکټر احدي ، د ماليې وزير ، ١٦٨ ، ٦٦ سرور دانش ، د عدليې وزير ، ١٦٦ ، ٦٣ حنيف اتمر ، د ښوونې و روزنې وزير ،١٨٥ ، ٤٧ اعظم دادفر ، د لوړو زدکړو وزير ، ١٤٦ ، ٨١ اسماعيل خان ، د اوبو او برېښنا وزير ، ١٣٣ ، ٩٠ نعمت الله شهراني ، د حج او اوقافو وزير ، ١٤٥ ، ٨٤ سهراب علي صفري ، د فوايد عامې وزير ، ١٣٣ ، ٩٦ مخدوم رهين ، د اطلاعاتو و کلتور او ځوانانو وزير ، ٩٣ ، ١٣١ ډاکټر فاطمي ، د روغتيا وزير ، ٢١٧ ، ٢٤ عبيدالله رامين ، د کرهڼې او اوبه خور وزير ، ١٧٥ ، ٥٨ ډاکټر امين فرهنگ ، دز اقتصاد او کار وزير ، ٦٠ ، ١٥٤ انجينير عادل ، معدن وزير ، ١٢٨ ، ٩٥ اميرزى سنگين ړ د مخابراتو وزير ، ١٢٠ ، ١٠٨ ډاکټر حيدر رضا ، د سوداگرۍ او صنايعو وزير ، ٩٩ ، ١٢٣ احسان ضيا ، د کليو د پراختيا وزير ، ٢٠٦ ، ٢٧ نور محمد قرقين ، د شهيدانو او معيوبينو او ټولنيزو چارو وزير ، ١٩٤ ، ٤١ گل حسين احمدي ، د ترانسپورت او هوايي چلند وزير ، ١١٦ ، ١٠٥ ډاکټر ثريا صحبرنگ ، د ښځو د چارو وزيره ، ٩٨ ، ١٢٨ استاد اکبر اکبر ، د کډوالو وزير ، ١١٨ ، ١٠٢ محمد کريم براهوي ، د سرحداتو وزير ، ١٧٦ ، ٥٥ انجينير يوسف پښتون ، د ښاري پرمختيا وزير ، ١٢١ ، ١٠٦ انجينير حبيب الله قادري ، د مخدره توکو پر ضد د مبارزې وزير ، ١٣٥ ، ٩٥ . د بي بي سي پښتو څانګي څخه په مننه ",ولسي جرګې د افغانستان د کابينې ۲۰ تنه وزيران ومنل 2405,حبيب اله غمخور," ليکونکۍ : حبيب اله غمخور  پسله زيات انتظار څخه نن داپريل دمياشتي په 20 نيټه دپارلمان لخوا دافغانستان دجمهور رئيس پشنهادشووزيرانو ته د رايي ورکولو پايلي څرگنده شوې . درايو دغو پايلو داجوته کړه چې په پارلمان کښې ښاغلي کرزي تر استادرباني برلاسۍ دی . دافغانستان په اوسني پارلمان کې مختلفي ډلې او دمختلفو نظرياتو اوعقايدو خاوندسره راټول شويدې ،ولي تر نن پوري داسي فکر کيده چي عمده او ټاکونکۍرول او غوښنه برخه پکښې دشمالي ټلوالي او استادرباني ده . همدا علت و کله چې زيات شمير هيواد وال دنوي کال درارسيدو په مناسبت په مزارشريف او دکابل په ښارکي دکارتۀ يي سخي په سيمه کې دجنډي دپورته کولو لپاره سره راټول شوي وه ،ښاغلۍا ستاد رباني ،مارشال قسیم فهیم او دپارلمان رئيس قانوني دالازمه وبلل چې پنجشير ته ولاړ شي او هلته داحمدشاه مسعود پر قبر دنوي کال مراسم ولمانځې ،پنجشيرته له دوي سره گڼ شمیر دشمالي ټلوالې نور جنگي قوماندانان هم وه . داسلامي جمعیت مشر برهان الدین رباني دپنجشیر په ولایت کې دنوي کال دنوې ورځې په اړه په جوړه شوې غونډه کې وویل چې دجهاد او مقاومت دسپکولو لپاره دا مهال خوځښتونه وینو چې نه په یو نوم مو جهاد سپکوي . رباني وویل چې دپنجشیر میړنیو خلکو په جهاد کې میړانه ښکاره کړې او که بیا هم ورته ضرورت شي نو دریغ به یې نه کړي نوموړي پارلمان ته دکابینې دوړاندې کولو او په کابینه کې دوزیرانو په اړه وویل چې پارلمان به هغه وزیر ته دباور رایه ورکوي څوک چې پارلمان وړ وپیژني. اوس پردې بحث نه کوم چي چيرې ،څه ډول او دچاپه مقابل کي دچالپاره دوي ميړانه ښکاره کړېده ؟ په نږدي وختوکې غواړم پر دغه مسله يو څه مفصل بحث وکړم ، مگر اوس غواړم دپارلامان دننۍ غونډي لخوا پشنهاد شوې کابينې ته دوکيلانو درايو دپايلو په هکله لنډي خبري وکړم . په سياست او سياسي ژوندکې دامعمول دۍچې ځيني وختو نه سياسي شخصيتونه په يوه بل ځاي او يوه بله غونډه کې خپل نوی نظر يا وړانديز اعلانوې ،معمولأ داکار دهيواد مشران کوې . استاد رباني هم چې تر اوسه ځان په قوت کې بولې کله چې يې دنوي کابيني په اړوند دسری چوک اوازې واوريدې پدي پوه شو چې دا اوازي هرومرو رښتياکيږي نو يې په درو واړو پريکړه وکړه چي داستاد رباني لپاره په پنجشير کي دمرحوم احمدشاه مسعود قبرته نږدې دهغه لپاره دنوي کال په مناسبت يوه فرمايشي غونډه جوړه کړې ، تر څو هغه ددغي اوازې په مقابل کښي چې په نوې کابينه کې به ډاکتر عبداله ځاي ونه لري خپل غبرگون او ناخوښي څرگنده کړې . استاد رباني دکابينې تر اعلان يوه ورځ مخکښي دا وښودله چي هغه اودده ورسره ملگري او دده په اصطلاح دپنجشير مقاومت د ډاکتر عبداله له گوښه کېدو اوډاکتر سپنتا ته دبهرنيو چارو دوزارت دندې سپارلو سره مخالف دۍ . داستاد رباني لخواپدغه لهجه خبرو په حقيقت کښي کرزي ته ديوه بل رواني جنگ داعلان بيلگه وه . استاد رباني بيله دينه چي دمشروعيت دکليمې په سياسي مفهوم ځان ښه پوه کړې څه موده پخوا دپيام مجاهد داونيزي سره په مرکه کښي هم وويل چې :دافغانستان اوسنۍ دولت خپل مشروعيت ورو وروله لاسه ورکوي .... مگر هغه داهير کړه، کله چې دبن په کنفرانس کي دافغانستان دخلکو دغوښتنې خلاف ټول دولتي قدرت شمالي ټلوالي ته ډالۍ شو هلته ولي دمشروعيت مسله نه مطرح کېدل ؟ ايا هغه وخت مؤ قتي او راورسته عبوري ادارې مشروعيت درلود؟؟؟ نه ابدأ . متاسفانه ښاغلی رباني اودهغه ملگري ديوه دولت مشروعيت دټولو علمي نورمونواو تعبيرونوخلاف ددوي سره په تړاو کښي ويني اوبس ! داچې پارلمان ته دکابيني معرفي کېدل وځنډېدل دهر هوښياره سره داسوال پيدا شوچې هرو مرويو ځل بياپر نوې کابينه ،چې په حقيقت کښي نوې هم ورته ويلاي نشو دپردي شاته سوداگري ،جوړجاړۍ او معاملي رواني دې . هر څه چي وه هغه وه ، وروسته به خلک پري خبر شې خو دمارچ په 22 نيټه دراتلونکي کابينې دوزيرانو او ستري محکمې دغړو ليست پارلمان ته پداسي ورځ وړاندي شو چي کرزي ترکې ته په دري ورځنۍ سفر ولاړ ،دکرزي داحرکت هم يو سياسي ژيست و، البته هغه پدغه حرکت په داخل کې خپلو رقيبانو اوپه بهر کې بهرنيانو ته داسي وښودل ،سره لدي چې دکابينې پر سر دپارلمان دغبرگون په هکله ډول ډول تبصرې کېږي او يو ډول دختلاف قوي دراپيداکيدو ډاور شته پر وضعه مسلط دۍ ،کولاي شې له هيواد نه بهر اوږد سفر وکړې . په حقيقت کې رښتيا هم پسله دريو لسيزو يو ځل بيا دحکومت غړې دپارلمان څخه داعتماد درايو دتر لاسه کولو لپاره معرفې کيږې ،خو داکار پداسي حال کې وشو چې په پارلمان کې دقواو تناسب لادقيق معلوم نه واوله بلې خوا داسي ښکارېده چي دلندن له سفره ښاغلۍ قانوني ناخوښه راستون شويدۍ ،ځکه هلته تر کومه ځايه چې معلوميده هغه کوم څرگند رول نه درلوديوازي سيل بين و . په هر حال کابينه معرفي او په پارلمان کې دوکيلانو لپاره دبحث موضوع توده شوه ،لومړۍ پر هغو مسايلو بې مورده بحثونه وشول کوم چې دملت لپاره يي کوم ارزښت نه درلود ،په يوه اوبله بهانه دپشنهادشوو وزيرانو په هکله دبحث موضوع ځنډول کېده ،پدغه وخت کي دخلکو تشويش نور هم زيات شو چې دپردي شاته دتودو او توندو خبرو پايله به څه وې ؟ بلاخره دوزيرانو په هکله بحث پيل شو، هره ورځ پر دو وزيرانو بحث او له هغونه سوال جواب کېده ،په عين حال کې ددواړو خوا يعني( کرزي او استاد رباني) تر منځ سيالی ، دوکيلانو سره ليدنې کتني په ډير شدت روانې وې ،دواړوخواو کوښښ کاوه چې دوکيلانو نظر په خپله خوښه او خپل نظر پسي راواړوې ،حتا داسي ويل کيږي چې له بهر نه راغلو وزيرانو هم دپارلمان وکيلانو ته په يوه او بل نامه ميلمستياوي جوړولې ،او پدغه ډول يي هغوي تر خپل تأ ثير او احسان لاندي راوستل ،طبعي ده چي پدغه مېلمستياو کښي به وزير صاحب پر خپله راتلونکې کړنلاره هم خبري کولې ،په دول دډولو به يې ميلمانه وکيل صاحبان پوهول ،که زه وزير شوم نوبه داسي .......کيږي او داسي ....به کوم اونور . داکار هم بي تأثيره نه و،فکر کوم دا کار به ټولو پشنهاد شوو وزير صاحبانو کړۍ وې،تر څو رايي تر لاسه کړې . دنوې کابينې ټاکل زموږ عوامو خلکو لپاره تر اوسه کوم نوۍ او جدي بدلون نه تر سترگو کيږې او فکر کوم ډير بدلون به راهم نشي ځکه (( 80 )) په سلو کښي هغه کسان دې چې پخوا هم وزيران وه . دهمدغو وزير صاحبانو دقدرت او اقتدار په وخت کښي رشوت قانونې بڼه اخيستي وه ظلم او بيدادگرې ،ملي شتمنيو چور ،واسطه او دخپلوانو مقررولو رواج وموند ،دهر وزارت دديوال وبغل ته په سلهاو بې وزله افغانان گرځې چايې ږ غ ندۍ اورېدلۍ ،فکرنه کوم دپارلمان څخه داعتماد درايي په تر لاسه کولوبه يې غوږونه پاک شوی وې چې هر څه پرې واورې .. داستاد رباني پر ټول مقاومت سره بير ه داسي ښکاره شوه هغه وزيران چې ښه کارونه يي هم ندي کړې ولې دښاغلي کرزي سره ډيري نږدې اړېکې لري اودهغه داعتماد وړدي وکولاي شول په پارلمان کي زياتي رايي تر لاسه کړې . که وزیرانوته درايي وکولو شميره وڅېړو نو دابه راته څرگنده شي ،هغوي چې په جميعت اونورو تنظيمو پوري يې تړاو درلود او يادهغوي لخواسپوټ کېدل تر هغو چې دتنظيمونو او شمالي ټلوالي لخوا ورپسي دسکولار و تبليغ کېده ډيري رايي وگټلې . داسي معلوميږې چې ښاغلي کرزي وکولاي شول خپله اراده داستاد رباني دغوشتنوپر خلاف په پارلمان ومنې اودپارلمان تر نيمايي زيات وکيلان دځان پلويان کړې . ددغو ټاکنو پايلوته پر پارلمان باندي دجميعت اونوروتنظيمونو دسلطي دپاي ته رسېدو دمرحلي پيل ويلاي شو،که داسي وشوه چې په رښتيا سره دپارلمان دډيره کيووکيلانو سره تر پرونيو ډله ايزو او تنظيمې گټو دوطن او افغان ولس ملي گټو دلومړتوب حق پيداکړ دابه دولس يوه لويه خوشبختي او نوي معجزه وې . په رښتيا سره ښاغلي کرزي له استاد رباني نه وگټل، ډاکتر دادفر سپنتا دبهرنيو چارو وزير شو،دملي دفاع او مالي چارو اونورومهمووزارتو وزيران هم هغه څوک شوکوم چې ښاغلي کرزي غوښتل ،په ځانگړې توگه دډاکتر سپنتاپه ويزر کيدو سره زيات افغانان ځکه خوشحاله شول لکه دشمالي ټلوالي چې دخپل دولتي اقتدارپه وخت کې پر افغان ولس توره شپه جوړه کړې وه ،ښاغلې ډاکتر عبداله هم ټول دبهرنيو چارو وزارت او په بهر کې ديپلوماتيک پوستونه ددوولاياتو په هغو خلکو تر غاښو ډک کړې وه کوم چي له ودي سره يې تړاو درلود ،دبيلگي په توگه يوازي په بهر کې له 172 تنو څخه 132 تنه دهمدغو دو ولايتوڅخه خپل پلويان ټاکلې وه . په بهر کې ددغو کارمندانو له تبعضي برخورد او کړنو څخه خلکو سرټکاوه خو چايې پر غوښتنو او نيوه کوغوږ نه نيوه رښتيا هم زموږ پر بهرنيو ادارو دايران دبهرنيوفکر کېده له پښتو ژبې سره تعصب نور ځاي نه درلود،پدې هيله چې ډاکتر سپنتا دغې ملې ستونځې ته جدې پاملرنه وکړې . که څه هم ډاکتر عبداله دBBCسره په يوه مرکه کښي وويل چې ډاکتر سپنتا بايد مخکښي له دينه چې دوزارت په مربوطاتو کې تغيرات راولې هغه دقيق وڅېړې ،دا پدې معناوه او ده چې شمالي ټلواله به په خپل ټول قدرت داتلاښ وکړې چې دبهرنيو چارو دوزارت په مربوطاتو کې دتغيراتو او ځينې غيري مستحقو کسانو دليري کولو سره مخالفت وکړې ،مگر که کرزۍ صاحب په رښتيا سره غواړې چې افغانان په بهر او دننه په هيواد کې ددشمالي ټلوالي دمنگولو نه خلاص کړې دبهرنيو چارو په وزارت کښې بنيادي تغيراتو راوستلو ته اړتيا شته. ډاکتر سپنتابه هغه وخت بريالۍ وې چې دافغانستان دملي گټو او افغان ولس دملې يووالې او دهيواد دنړيوال اعتبار دغښتلتيا لپاره په مېړانه کار وکړې . داچي نوي وزيران به يوځل بيا تر دوهم ځل قسم خوړلو وروسته په کار پيل وکړې ، دخلکو ارزو داده چې يوه اندازه پر افغانانو زړه وسوځوې او افغان ته دانسان په ستر گه وگوري . دټولووزيرانو څخه دافغانانو داکلکه غوښتنه ده چې دکرزي دنږدې اړيکو څخه نامعقوله استفاده ونکړې ، ولس ته خدمت وکړې ،ددغي کابينې په برياليتوب کې دکرزی راتلونکې پرته ده . پدې بايد وزير صاحبان پوه وي چې گټل که ستونځمن وه بايلل يې ډير ساده او اسان دې . همداداوزيران په خپلو کړنو کولاي شي دکرزي پر سياسي حريفانو دهغه برۍ دوامداره کړ ې . پدې اميد چي نور ددغه کړېدلې او زورېدلي اولس پر سر سياسي تجارت ددوي دبيوزلۍ او سرگردانۍ عامل ونه گرځې . ", ښاغلي کرزي له استادرباني څخه وگټل ! 2406,," ښاغلی حیات الله کاکړ چه د هیواد یو له وتلو سندرغاړو څخه دی او فعلاً د امریکا د لویدیز ایالت کلفورنیا د لاس انجلس په ښار کي مېشت دی ، د خپلي هنري عاطفې له مخي ئې بېنوا ویبپاڼي ته د خپلو خوږو سندرو یوه ښکلې پښتو سي ډي ډآلۍ کړې ده ، چي بېنوایان ځیني منندویه دي او د هیواد په هنري چوپړ کي ورته د لازیات پرمختګ په هیله یو.  دښاغلي حیات کاکړ دغه سي ډي چه یوولس سندري لري تاسئ د بېنوا د پښتو سندرو په دوهم مخ کښي له لومړۍ سندري څخه تر یولسمي سندري پوري اوریدلای شی .   ",دبېنواپه پښتوسندروکي دحیات کاکړنوې سي ډي 2407,," نن د غوايي (ثور) لومړۍ ورځ  په کندهار کي د روهي ادبي بهير له خوا د انارګل دوديزه مشاعره پيل سوه، دا مشاعره  د څو کلونو راپه دېخوا هر کال په کندهار کي د مېشتو فرهنګي ټولنو له خوا د پسرلي په راتګ  د انار د ګلونو له غوړېدو سره سمه ترسره کېږي، دا ډول دوديزي مشاعرې د افغانستان په نورو ولاياتو کي هم جوړېږي، چي څو ورځي وړاندي په زابل کي د ((بادام ګل)) او ننګرهار کي د ((نارنج ګل)) په نامه مشاعرې ترسره سوې.   يادونه: د مشاعرې بشپړ ګزارش او انځورونه به د غونډي له پاى ته رسېدو سره سم د بېنوا ويبپاڼي له خوا خپاره سي ", روهي ادبي بهير ((انار ګل)) دوديزه مشاعره جوړه کړه 2408,," بسم الله الرحمن الرحيم دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه دکونړ په يوه ښوونځي کې د تنکيو ماشومانو پر شهادت ډېره غمنجنه ده او يقين لري چې له ښوونځيو سره ددښمنۍ په لړ کې دغې وروستۍ پېښې به دهر افغان او رښتيني مسلمان زړه ژور ټپي کړی او دردولی وي .دافغانستان په کابو دېرش کلنه غميزه کې له ښوونځيو سره دښمني هغه دقيقه پلان شوې ستراتېژي ده چې دښمن پراخه استفاده ترې کړې او ګواکې ډېره ګټه يې ترې اخېستې ده . وايي چې که ديوه ښوونځي ور پرانيزې نو دجګړې سل مورچلې به وتړې ، خو دغليم اند دادی چې که ديوه ښوونځي ور وتړې نو دجګړې ، شر اوفساد سل مورچله به پرانيزې .په دې وروستيو کې دافغانستان دښمنانو يو ځل بيا له ښوونځيو سره دښمنۍ ته ډېر زور ورکړی او موږيې هره ورځ دښوونځيو دسوځلو ، په راکټ ويشتلو ، دزده کوونکودوېرولو او دښوونکو دوژلو شاهدان يو . دغليم اهداف څرګند دي ، په جهل کې ډوب ، غلام او کنډواله افغانستان ، دوامداره جګړه او دافغانانو احتياج او محتاج لاسونه . ــ لومړی خوموږ غليم ته داوايو چې ، که داسلام پر يوه ټکي هم اعتقاد ولري نو پوه دې شي چې له علم او زده کړې سره دښمني له اسلام او مسلمان سره دښمني ده او پدې دې هم پوه شي چې هغه داور لمبې چې دوی يې پرموږ پېرزو کوي ، خامخا به ددوی خپلې لمنې هم پرې سوځي او ژوندی ثبوت يې همدادنن ورځې مصيبت دی چې پردوی راغلی ، هم يې خپله سوله او ثبات له لاسه ورکړي او هم يې خپلواکي په داو کې لوېدلې ده .ــ موږ پر هغو افغانانو چې دغليم په اشاره يې په پوهې ياناپوهۍ سره دښوونځيو تباهۍ ته ملاتړلې ده، غږ کووچې ، که دعلم اواسلام له دښمنۍلاس وانخلي نو پر دنيا به له کرکې او غم او پر آخرت به له اور پرته بل څه ونه ويني او همداخپل بچيان به يې سبا ته دغاړې غړوندي وي..ــ موږ پر افغان مېړني ولس غږ کوو چې ښوونځی دهېواد دسولې ، آزادۍ او آبادۍ مورچل دی ، راځئ له دغه مورچل څخه په ګډه دفاع وکړو . موږ له قومي مشرانو او سپين ږيرو څخه هيله کوو چې دجرګو او مرکو له لارې ولس راويښ کړي او پرداسې يو مېکانېزم فکر وکړي چې دغليم لاس له خپلو ښوونځيو څخه لنډ کړي . همداراز موږ پر ديني عالمانواو امامانو غږ کوو چې له خپلو منبرونو څخه دښوونځيو مقام او دښوونځيو ددښمنانو عاقبت او آخرت خلکو ته روښانه کړي اوددوی پر ضد داسلامي ارشاداتو په رڼا کې فتوی ورکړي .ــ موږ دافغانستان پر امنيتي چارواکو غږ کوو چې ، له ښوونځيو ، زده کوونکو او ښوونکو څخه دفاع ته ځانګړې پاملرنه وکړي ، دپېښو دمخنيوي لپاره دولس په مرسته دغبرګون چټک او دقيق مېکانېزم رامنځته او پلی کړي . ــ او په پای کې موږ له دولتي چارواکو څخه هيله کوو چې تر ګواښ لاندې سيمو کې ښوونځيو ته استثنايي امتيازات په پام کې ونيسي اود ښوونکو دهڅونې لپاره ځانګړې تدابير پلي کړي .او هغه ښوونځي چې سوځل کيږي ، دښمن ته ديوه ځواب او هوډ په توګه سمدستي بيا ورغول شي . په درنښت دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه ",له ښوونځيو سره ددښمنۍ په وړاندې دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې اعلاميه 2409,," میرویس جلالزی = کابل د طالبانو پلويانو د پاکستان له حکومت سره د خبرواترو وړانديزوکړ.د دوشنبې په ورڅ ترلسو زره پوري قبايلو چه ډيرۍ يي وسله وال وو دشمالي وزيرستان دمير علي په سيمه کي سره راغوڼډ شوي وو. دولسمشر پرويز مشرف د حکومت سره د خبرواترو وړانديزد يو ليک په ترځ جرگي ته ولوستل شو. په ليک کي راغلۍ وو چي مونږ له پرويزمشرف سره هر وخت خبرو ته تيار يو.خو د وزيرستان علما او مجاهدينو ته بايد احترام وشي . قبايل وايي مونږ هري روغي جوړي ته چمتو يو  چي دپاک قران، پاکستان د بشپړتيااو وزيرستان د خلکود درناوي په خلاف نه وي .دغه قبايل له القاعده او طالبانو سره په مرستي تورن دي . چي د ٢٠٠١ په وروستيو کي دي سيمي ته ورتښتيدلي دي،او تر اوسه له پولي خڅه تيريږي .د پاکستان په زرگونه پوڅيان د افغا نستان سره په پوله پراته دي ", زرګونو قبایلوله حکومت سره د خبرواترو وړانديزوکړ 2410,نصير ستوری," په جرمنی کې د ارواښاد ډاکتر کبیر  ســتـوری  د فاتحی خبرتیا د هــیـــواد د مـلــی او مــنـلی شــخــصـیــت، د پـښتـنود ټولنیزولسولیز ګونـد مـشراوبـنسټ ایښودونکې،د پښـتو ژبی ریـښـتنی پالونـکی، شاعر لیکوال، ادیب، څېړونکی، ژورنالست، د پښتون قامی وحدت خـدمـتګار، دپلوم ساپوه خدای بخښلی ډاکـتـر کـبـیـر  ســتـوری  چـې جـنازه ئی په  ۷ /۴/ ۲۰۰۶  نـېـټـه په خـاص کـونـړ کې پخپله پـلرنی هدیره کې خاورو تـه سـپارل شــویــــده. ټـولـو خـپـلـوانـو، دوستـانـو، سیاسی او ادبــی مـلـګـــرو تـه خـبـر ورکول کیږی چې د خـدای بخښلی ډاکــتـر  ســـتـوری  فـاتــحـه د ۲۰۰۶ کال د اپـریـل د میـاشـتی په  ( ۲۹ ) نېټه د شنبی ( خالی ) په ورځ د ماسپښین له    ( 3 ) بجو څخه تر ( 5 )  بجـو پوری په Wesseling  کې د ترکانو په جماعت کې اخستل کیږی. پته : Mimar Sinan Moshee Hubertus Str. 125 50389 Wesseling   د جماعت تیلفون     02236/82948   ضروری تیلفونونه 01777617038 دمالوماتو شمېره: 01785931968   یادونه : په کابل کې د ارواښاد ډاکتر ســتـوری  د فاتحی خبرتیا   په کابل کې د خدای  بخښلی ډاکتر کبیر  ستوری فاتحه د ۲۰۰۶ کال د اپریل د میاشتی په ( 22 ) نېټه د شنبی په ورخ ماسپښن د یوی نیمی بجی څخه تر پنځو ( 5 ) بجو پوری د عـیـد ګاه په جامع جماعت کې اخستل کیږی. د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند او د اروا ښاد ډاکتر ستوری د کورنۍ لخوا   ", د ارواښاد کبير ستوري د فاتحې خبرتياوي 2411,," دا مشاعره چي هر کال په کندهار کي په دوديز ډول لمانځل کېږي، سږکال هم په کندهار کي د مېشت (روهي ادبي بهير) له خوا په داسي حال کي ولمانځل شوه چي پر کندهار سربېره د زابل، هلمند، روزګان، پکتيا، وردګ او د غزني شاعرانو هم برخه اخيستې وه د کندهار دوديزه مشاعره ((انارګل)) د روان کال د غويي پر لومړۍ نېټه د جمعې په ورځ په نوموړي ولايت کي د سلګونو شاعرانو او فرهنګيانو په ګډون جوړه شوهدا مشاعره چي هر کال په کندهار کي په دوديز ډول لمانځل کېږي، سږکال هم په کندهار کي د مېشت (روهي ادبي بهير) له خوا په داسي حال کي ولمانځل شوه چي پر کندهار سربېره د زابل، هلمند، روزګان، پکتيا، وردګ او د غزني شاعرانو هم برخه اخيستې وهدا مشاعره چي د ارغنداب په شنه او سمسموره ولسوالي د فرهنګپال حاجي ظاهرجان په انار بڼ کي جوړه شوې وه، د سهار پر نهو بجو پيل او د شپې تر ناوخته پوري وغځېدهپه دې مشاعره کي د شعرونو ترڅنګ تمثيلي پارچې، ملي اتڼ او ټنګ ټکور پروګرام هم شامل ود مشاعرې مشر نجيب الله هوتکي، کوربه يې حاجي ظاهرجان او مېلمانه يې له زابل څخه حبيب ګل ستانه زى، له هلمند څخه قلميار، حاجي بابا، شامحمود بريالى، بهاوالدين الهام، عبدالرشيد بسيم، او ډاکټر نعمت ګل پرګنيز وپه نوموړې مشاعره کي د ٣٠٠ تنو په شاوخوا کي شاعرانو او ليکوالانو برخه  درلوده. پاتې دي نه وي، چي د دې مشاعرې ټول لګښت ملي احساس لرونکي سوداګر حاجي عبدالظاهر جان او ورسره ملي سوداګر حاجي عبدالله ايوبي او سيد حبيب الله روحاني پر غاړه اخيتسى ود يادوني وړ ده چي د هيواد د نورو ولايتونو په څېر دا دوديزه مشاعره په کندهار کي له اوږدې مودې، راوروسته پيل شوې چي د کندهار او ګاونډيو ولايتونو شاعران او ليکوالان برخه پکښي اخلي   دنورو انځورونو د لیدو لپاره پر انځور کلیک وکړی     ",په کندهار کي انارګل دوديزه مشاعره جوړه شوه 2412,محمدنبي نيازى," نن د جمعې ورځ د غويي (ثور) پر لومړۍ نېټه په کندهار کي د ځغاستي سيالۍ ترسره سوې، دا سيالۍ چي د پنځه کيلومتره واټن په اندازه وې، لږ تر لږه سلو کسانو برخه پکښي اخيستې وه. سيالۍ د کندهار ښار څخه دباندي د ميرزامحمد خان کلاچې څخه پيل او د بابا ولي صاحب تر زيارته پوري پاى ته ورسېدې، چي په دې منډو کي سيدکمال لومړى، محمدجان دوهم او احمدالله دريم مقامونه وګټل. پاتي دي نه وي چي ګټونکو ته د اسحاق پېروز شرکت له خوا تر لسمي درجې پوري جايزې ورکړل شوې، چي په ترتيب سره لومړي مقام ته يو دانه نوکيا مبايل سيټ او روشن سيم کارټ، دوهم او دريم ته پنځه_پنځه سوه افغانۍ او يو_يو دانه کپ ورکړل شو. ",په کندهار کي د ځغاستي سيالۍ ترسره سوې 2413,سیدشاه سقیم," غزل  پرې را دلېونتوب چې شي څپه سوکه سوکه  په مينه را نيږدې کړه لږ سينه سوکه سوکه  دشپې چې مي په ناز د خيال په وره کې را ښکاره شې  بس وايم چې راځي د قدر شپه سوکه سوکه  سجدې يې لګولې قدمونو ته نظر مې  خبر نه يم چې کوم لوري ته تله سوکه سوکه  باور وکړه چې هغه وخت مې بيا هيلې ژوندۍشي  چې ټينګه په غاښو کړې شونډه سره سوکه سوکه  ټکان مي زړه ته ورکړي زلزله مي په خيال راشي چې وه يې دويصال کړم اراده سوکه سوکه  هغه وخت به بيا ژاړې د""سقيم""يوه ديدن ته  چې پورته يې کړي خلک جنازه سوکه سوکه ",غزل 2414,," میرویس جلالزی   د ايتلافي ځواکو له خواه په خپره شوي خبر پاڼه کي راغلي چي دا سرتيري نن سهار د ارزګان په دهراوت ولسوالي کي د طالبانو تر بريد لاندي راغلل. په سيمه کي پراخ عمليات پيل شوي خو  دا نده روښانه چي بريد کونکي په کوم لوري تلل دي . په دي بريد کښي يو امريکايي سرتيري وژل شوي او افغان د ملي پوځ سرتيري ژوبل شوي ده ", ارزګان کـي امريکايي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتي 2415,," د سهيلي پښتونخوا د مستونګ په سيمه کي پاکستاني پوليسو د يوه کورد کلابندۍ پر وخت يو دېرش د ټانک  ضد او يو دېرش پرسونل ضد ماينونه نيولي دي ، د سيمه ايزو پوليسو  مشر په خبري ناسته کي وويل چي مستونګ ته نژدې د قلات په سيمه کي هم له يوه کوره څخه زيات شمېر وسلې ترلاسه شوي دي  . دسيمه ايزو پوليسو مشر تور ولګاوه چي نيول شوي ماينونه او وسلې د افغانستان څخه د پاکستان سيمي ته را وړل شوي دي . پوليسو د وسلو د قاچاق او ترهګرۍ په تور يو شمېر هغه افغانان چي په دې سيمه کي اوسېدل هم نيولي او زنداني کړي دي . د سهيلي پښتونخواپه  يوشمېر سيمي کي په دې وروستيو کي پر پاکستاني پوليسو او پوځيانو يو شمېر برېدونه شوي چي د ډېرو پړه دپاکستاني دولت څخه خپه سوي بلوڅانو پر غاړه اخستې . پاکستان د بلوچستان د بې ثباتۍ پړه پر افغانستان اچوي . خو افغان دولت هر ځل دا ډول تورونه په کلکه رد کړي او ويلي يې دي چي د پاکستان سره د يوه ښه ګاونډي په توګه د دوستانه اړيکو غوښتونکی دی . ",د بلوچستان په مستونګ کي وسلې نيول شوي دي 2416,," افغان ادبي بهير د خپلي نوي ويبپاڼي په پرانستلو سره د انټرنټ په نړۍ کي د پښتو ژبي د ناپېيلو ويبپاڼو کتار ته يوه بله ويبپاڼه ورزياته کړه  . تر دې وړاندي افغان ادبي بهير د ټول افغان ويبپاڼي د يوې برخي له لاري خپروني کولې . افغان ادبي بهير خپلي نوي ويبپاڼي ته د www.baheer.com   نوم ورکړﺉ دﺉ . ",(افغان ادبي بهير ) نوې ويبپاڼه پرانستله 2417,ګل آغا احمدي وردك," ګل آغا احمدي وردكد هيواد د سترې ښاروالۍ اداره ګرانو هيوادوالو ته په ډيرې خوښۍ سره خبر وركوي چې وروسته له دې څخه خپلو موټرونو ته وزرونه او هوايي ګيرونه ور واچوي څو د ښار په ګڼه ګوڼه او د اړتيا په ځاى كې په هوا الوتنه وكړاى شي. كه غواړى چې د ښار په خاورينو واټونو د ساعتونو ساعتونو لپاره ځنډ نه شى نو همدا يوه چاره را پاتې ده. نوموړى كار څو ګټې لري: يو خو دا چې ښار به له ګڼې ګوڼې خلاص شي او د سترې ښاروالۍ د چارواكو د خوځيدو كاروانونه به له كومې ستونزې پرته د ښار يوې خوا او بلې خوا ته په بيړه او ګړندۍ توګه ځي او خپلو شورى ګانو ته په منډه رسيدګي كولاى شي. تاسو خو پوهيږى چې اوس د ديموكراسۍ وخت را رسيدلى او د ديموكراسۍ په دوره كې يو رئيس او حتى مدير هم كولاى شي چې د خپل وس مطابق دوه درې داسې موټرونه په ځان پسې كړي چې يو رنګ او صفر كيلو متر وي. په دې برخه كې لومړى خو د سترې ښاروالۍ اداره هلې ځلې كوي چې د ورځې له موډ سره سم له ملې پانګې د اړوند چارواكي دغه غوښتنه پوره كړي خو كه له ملي پانګې پوره نه شوه بيا نو د چارواكي په خپله خوارۍ پورې اړه لري چې ځان له سيالانو سره سيال كړي. ځينو ځينو ته له پخوانيو بدلولونونو په ميراث دومره پانګه پاتې ده چې ستره ښاروالۍ هم ورته حيرانه ده. له رياست څخه پورته د لوړ پوړو چارواكو خو بيا هيڅ پوښتنه مه كوى ځكه چې هغوى په دې اړه بشپړ اختيارات او امتيازات لري كولاى شي حد اقل لس داسې موټرونه په ځان پسې كتار كړي چې يو رنګ او صفر كيلو متر وي نو تاسو خپله فكر وكړى چې هر سهار څومره كاروانونه په دې ښار كې يوه او بله خوا ګرزي؟ بل دا چې د دې ښار په ماتو سړكونو كې به ستاسو د موټرونو ټايرونه نه خرابيږي او د پرواز په وسيله به تاسو هم په دې توانيدلى وى چې په بيړه او وخت سره خپل ناروغان د ښار روغتونونو ته ورسوى، خپلو دندو ته رسيدګي وكړاى شي او په خلاص مټ او صافه هوا كې د خپلې موخې په خوا پرواز وكړى. د دې كار بله بنسټيزه ګټه دا ده چې ښار به له هغو دوړو، دود، ګرد او غبار څخه خلاص شي چې ستاسو د موټرو له سلنسرونو او د ماتو سړكونو له خيټو څخه پورته كيږي. د ښار فضا ګردونو او دودونو داسې په خپله غيږه كې نيولې وي، د نر زوى خو يې مه بوله چې په پنځه مترۍ كې څه شى وويني او يا هم د نيم ساعت لپاره سترګې او پوزې ورته پرانيستې ونيسي. بله ګټه يې دا ده چې د سترو ميلمنو د راتګ او د سترو ميلمستياوو او مجلسونو د دايرولو په مهال به د خانانو سيمه له هر ډول ګڼې ګوڼې، خيرنو موټرو، شور، غالمغال او خيرنو...... څخه پاكه وي او بهرني سيلانيان به له دې ښار څخه يوه نه هيريدونكې خاطره له ځان سره بيرته وړي. همدارنګه د ښاروالۍ ستر چارواكي به له هغوى سره خپلې دوستانه خبرې اترې په نه هيريدونكو لحظاتو كې تر سره كوي. تر ټولو مهمه ګټه يې دا ده چې ستاسو موټرونه به د سترو چارواكو او بهرنيو ميلمنو د ځواكمنو لنډكروزرو، شاورليټو، فجيرو او سيمرغانو د ليونيو او ګړنديو منډو په وسيله نه تاواني كيږي او موټر به مو تل سالم پاتې وي. همدارنګه د ځمكې د ترافيكو د پوليسو د ځور او رنګارنګ شيرينو او داسې نورو شيانو څخه به مو هم خلاصون موندلى وي خو دا تر اوسه پورې موږ ته هم جوته نه ده چې د هوايي پوليسو چلند او كړنلاره به څه ډول وي؟ بل دا چې دا به هم مطرح نه وي چې ستاسو موټر په چپ لاس ځي كه په ښي ځكه تاسو كولاى شي چې د ښار په فضا كې په دواړو لاسونو خپل د سپرلۍ موټرونه و ځغلوى. بل دا چې د جشنونو، اتلوليو، نوي كال، بزګر، ښوونيزې ورځې، مهمو او تاريخي پيښو د نمانځلو لپاره كه اوس يوه مياشت د مخه د ښار زياتره سړكونه بنديږي هغه وخت به موږ په دې بريالي شوي وو چې د لمانځنې څخه د مخه وخت دوو مياشتو ته لوړ كړو ځكه ځانګړي وسله وال ځواكونه خوښ ګڼي چې د مهمو ورځو په مهال په ډير احتياط سره په ماتو سړكونو باندې خپل ځواكونه تير، خپل حضور ثابت او د خپل بري نمانځنه وكړي. همدارنګه تير يادونه د هيوادوالو په ذهنونو كې تل ژوندي وساتي. موږ خپله دنده بولو په تاسو زيرى وكړو چې د راتلونكيو لسو كلونو په موده كې به د ښار د ستر چمن هغه كټاره جوړه، شاوخوا به يې پخه او چمن به را شين شي چې جشنونه او نورې مهمې ورځې يې مخې ته نمانځل كيږي په دې اړه همدا اوس څو تنه كار پيژندونكي د بيا رغولو په پلان كار كوي او هغه ورانۍ چې ستر چمن ته په مخامخ سيمه باندې راغلي دي د بيا جوړيدو په اړه يې موږ هم ستاسو په څير پټه خوله بهتره بولو شكر دومره ځاى شته چې ځانګړي پلي او سپاره ځواكونه پرې د خپل بري ننداره د سترو چارواكو مخې ته وړاندې كړي. شريفو ښاريانو! تاسو خو ښه پوهيږى او په خپلو سترګو يې ګورى چې ستره ښاروالى د خپلو چارواكو او بهرنيو ميلمنو ډير خيال ساتي او د هغوى د امنيت لپاره يې د قدر وړ ګامونه پورته كړي او لا به يې پورته كړي نو كله چې تاسو خپلو موټرو ته وزرونه او هوايي ګيرونه ولګوى ډير پام به كوى چې په مهمو ځايونو خپل موټر درڅخه را خطا نه شي بلكي يوازې په هغو هوايي كرښو به درومى چې د سترې ښاروالۍ د هوايي پوليسو له خوا يې تاسو ته لارښوونه كيږي. د تخلف په صورت كې خو پوهيږى چې ستاسو موټرونه به د ناوړه عواقبو سره مخ او په ځمكه به را نسكور شي.ګرانو هيوادوالو او درنو ښاريانو! مخكې له دې چې خپل موټر ته وزرې او هوايي ګيرونه ور واچوى مهرباني وكړى زموږ د هوايي پوليسو د ادارې سره اړيكې ټينګې كړى چې تاسو ته يې كومه هوايي كرښه ټاكلې ده. تاسو ته ښايي چې په بشپړه توګه د هغوى په لارښوونه كار عمل وكړئ. اوس مهال او بيا په ځانګړې توګه په دې ورځو كې ښار ته د خپل راتګ په مهال د ښار له هغو كوڅو ګټه اخلى چې د اوسيدلو د كورونو په منځ كې تيرې او يوازې يو نيم ساعت وخت مو نيسي خو خبردار چې كله كله دغه موده د فرعي كوڅې په منځ كې له يو نيم ساعت نه هم اوږديږي.ګرانو هيوادوالو او شريفو ښاريانو! ستره ښاروالۍ د خپلو خدمتونو په لړ كې غواړي چې ستاسو لپاره ډير ژر په فضا كې هم ځانګړي ماركيټونه جوړ كړي څو ستر چارواكي په ډاډمنه توګه د ښار په نويو ماركيټونو كې ورځنۍ سودا وكړاى شي. همدارنګه ستر چارواكي د خپلو بلند منزلونو جاري كارونه په ښه توګه پرمخ بوزي. كله چې دغه بلندمنزلونه بشپړ شي نو بيا تاسو كولاى شى چې له فضا څخه خپل كار او بار ورته را ښكته او د بلند منزلونو دوكانونه به ستاسو په خدمت كې وي خو په يوه شرط چې په يو ځل د څو كلنې ډالري كرايې د وركولو وړتيا ولرى.شريفو ښاريانو! تاسو شايد پوښتنه وكړى چې ښه نو دا دي د موټرو د وزرونو او هوايي ګيرونو كار پاى ته و رسيده نو دومره هوايي ډګرونه به له كومه شي چې موږ خپل موټر پكې كوز كړو د دې مسئلې حل څه دى؟ ډيره ښه او په ځاى پوښتنه ده او موږ به د خپلو كارشناسانو سره حتما دغه مهمه پوښتنه مطرح كړو. خو تر دې دمه موږ په دې اړه له كوم نظر وركولو څخه بايد ځكه ډه ډه و كړو چې موږ هم حيران يو چې څه به كيږي؟ خو خداى مهربانه دى، تاسو ژر تر ژره خپلو موټرونو ته وزرونه او هوايي ګيرونه ور واچوى چې نور مو د ښار په سړكونو و نه وينم.يوه بله ضرورو خبره دا ده چې كله د ښار په مهمو ودانيو تيريږى نو حتما به خپلې سترګې پټوى. بايد په دې خبره هم پوه وى چې موږ داسې آلې نصب كړې دي چې د لوڅو سترګو كسان كشف كولاى شي نو كه د هوايي سفر پر مهال چا خپلې سترګې لوڅې نيولې وې له سخت قانوني چلند او غبرګون سره به مخ شي. موږ چې دومره خدمت كولى شو نو دا مو هم په وس پوره ده چې زموږ هوايي پوليس داسې هوايي كرښې درته جوړې كړي چې په پټو سترګو سفر پرې وكړى او كله چې دخپل مطلب ځاى ته ورسيږى نو په پټو سترګو او اوتومات ډول د ځمكې پر مخ را ښكته شى. د دې خبرې يادونه هم ضروري ده چې موږ د لومړي ځل لپاره دغه تجربه په فضا كې كوو او هيله من يو چې ښې پايلې به و لري، په دوهم ګام كې موږ په نظر كې لرو چې دغه تجربه په ځمكه هم عملي كړو ځكه چې كه رښتيا را باندې وايې نو قسم دى چې د سړكونو په څنډو سمنټي بوجۍ، سمنټي ديوالونه، چكونه، اغزي لرونكي سيمونه او داسې نور شيان د لوڅو سترګو سره سخت حساسيت لري.درنو هيوادوالو!موږ خو هميشه ستاسو د خدمت او چوپړ لپاره په ښو لارو چارو غور كوو، دا دي ستاسو لپاره مو دا ځل هغه څيزونه په نظر كې نيولي دي چې پورته يې يادونه وشوه او ډير ژر به نور ورته زيري هم واورى. زموږ شعار تل دا دى چې ستره ښاروالۍ ستاسو او ستاسو په چوپړ كې ده كه يو ځلې تاسو خپلو موټرونو ته وزرونه او هوايي ګيرونه ور واچول او زموږ هوايي كرښو په فعاليت پيل وكړ بيا خو نو همدا اوس جاپان ته اعلان كوو چي نر شه د دوه زره او شل كال ماډل موټر دې همدا اوس را وباسه او څومره چې توليد كولاى شې غم يې مه كوه ستره ښاروالۍ دې ژوندۍ وي ماركيټونه يې تل ستاسو په مخ پرانيستي او ستر چارواكي يې اخيستلو ته په بې صبرۍ سره لحظې شميرې. د هيواد د سترې ښاروالۍ له خوا ",هوايي ګيرونه اووزرونه د هيواد د سترې ښاروالۍ زيرى 2418,," د ځوان ژورنالیست او خوږ ژبي شاعر اجمل اند د شعرونو دوه ټولګي له چاپه راوتلې  هېندارې او چینې ، د ښاغلي اند د شعرونو دریمه ټولګه نیږدې په ۱۳۵ مخونو کي دانش خپرندویه ټولني په زر ټوکه کي چاپ کړی ده ، پر دې کتاب چي اکثره د ښاغلي اند د پېښور د وختو شعرونه پکښي راټول شوي دی غفور لیوال سریزه لیکلې ده   داښار - هاغه غرونه ، د ښاغلي اند د شعرونو څلورمه ټولګه ده چي دا هم دانش خپرندویه ټولني په زر ټوکه کي چاپ کړې ده ، دا وړه ټولګه چي ۶۵ مخونه لري د ښاغلي اند نوي شعرونه پکښي را ټول شوي دي ، تر دې دمخه د اجمل اند د (( د زړه پر پاڼه مې انځور دی ګلاب )) او په (( څپو کې انځورونه )) ټولګي هم چاپ شوي دي ",دخوږ ژبي شاعر اجمل انددوه شعري ټولګي چاپ شوې 2419,اجمل اند,"  هېندارې او چینې ،د ځوان ژورنالیست او خوږ ژبي شاعر اجمل اند د شعرونو دریمه ټولګه نیږدې په ۱۳۵ مخونو کي دانش خپرندویه ټولني په زر ټوکه کي چاپ کړی ده ، پر دې کتاب چي اکثره د ښاغلي اند د پېښور د وختو شعرونه پکښي راټول شوي دی غفور لیوال سریزه لیکلې ده ",هېندارې او چینې 2420, اجمل اند," داښار - هاغه غرونه ، د ځوان ژورنالیست او خوږ ژبي شاعر اجمل اند د شعرونو څلورمه ټولګه ده چي دانش خپرندویه ټولني په زر ټوکه کي چاپ کړې ده ، دا وړه ټولګه چي ۶۵ مخونه لري د ښاغلي اند نوي شعرونه پکښي را ټول شوي دي ، تر دې دمخه د اجمل اند د (( د زړه پر پاڼه مې انځور دی ګلاب )) او په (( څپو کې انځورونه )) ټولګي هم چاپ شوي دي ",داښار - هاغه غرونه 2421,," د نړۍ په لر او بر کښي مېشت پښتنو لیکوالو : تاسو ته زېری در کوو چه لیکوال ټکی کام یواځي ستاسو خپله پاڼه ده او ستاسوپه ملتیا به د انټرنیټ په پراخ ډګر کي د یو لوی ادبي بانډار او مرکز په حیث ځلیږی او ستاسي په ادبي پنځونوبه نوره هم غني او پراخیږي . لیکوال پاڼه د هر لیکوال لپاره پرانیستې پاڼه ده او هر لیکوال کولاې شي چي د پاني د یو کارکونکي په حېث د پاڼي د مسول چلونکي څخه ځانګړی نوم او د ننوتلو شیفر تر لاسه کړي تر څو وکولای شي چي د خپل کمپیوټر څخه مخامخ خپل ادبي توکي د لیکوال پاڼي ته پورته او خپاره ئې کړي . لیکوال تاسو ته بلنه درکوي چي زموږ په دغه ادبي یون کي له موږ سره یو ځای اوږه په اوږه ودرېږی او خپلي ادبي لیکني ، شعرونه ، لنډي کیسې او . . .    زموږ او په نړۍ کښي د پښتو ادب د مینوالو سره شریک کړی . لیکوال په پآم کي لري چي د لیکوالو تر منځ د ادبي سیالیو یو شمېر پرګرامونه او پروژې پرکار واچوي چي په دې کښي ستاسي نظر او پشنیهادو ته سخته اړتیا لرو ، نو موږ ته ولیکی او زموږ سره په ګډه په لیکوال پاڼه کي برخه واخلی . www.lekwal.comپه سپېڅلې ادبي مینه د لیکوال مسوله ډله ",لیکوال ټکې کام 2422,," ", 2423,," د کندهار په شمال د شاولى کوټ د ګنبدې په سيمه کې نن سهار هغه مهال ٤ تنه کانادايي عسکر ووژل شول چې موټر يې د ګزمى په مهال د سړک په غاړه له خښ شوي ماين سره ولګيد او وچاوديد. طالب اورپکو ددغه چاودنې پړه منلې او له ٢٠٠١ کال څخه را په ديخوا تر دم ګړۍ ١٥ تنو کانادايي عسکرو خپل ژوند په افغانستان کې لاسه ورکړى دى .چاودنه د ريموټ کنترول له مخې شوې ده . ",٤ کانادايي عسکر کندهار کې وژل شوى 2424,," افغان ولسمشر حامد کري نن دبيا رغاونې د يو شمير پروژو د پرانيستنې په موخه د بادغيس مرکز د قلعه نو ښار ته ورسيد او ددغه ولايت د اسيدو نکو له تود هرکلى سره مخامخ شو .کرزي په قلعه نو کې د يو روغتون د بنسټ ډبره کېښوده اود بريښنا د توليد د يودستګاه پرانيستنه يې کړه او د اوسيدونکو ستونزو ته غوږ شو . د بريښنا د توليد جنراتوري دستګاه د هسپانيا هېواد د پى ار ټى ډلې له خوا د ١١٢ زرو يورو په لګښت جوړه شوي چې ٢٠٠ کورنيو ته بريښنا رکوي .همداشان کرزي د قلعه نو د پله پرانيستنه هم وکړه او ددغه لايت د اوسيدنکو په ناسته کې يې ګډون وکړ. بادغيس هغه سيمه ده چې د بيارغاونې کارونه په کې کم دي او اوسيدونکى يې ددولتى چارواکو له کړنو ناخوشي دي . دوى د ښوونى، روغتيا ، ترانسپورت اوامنيت په اړوند ډير ې ستونزې لري.له ده سره د روغتيا ،پوهنې، فوايد عامې او بريښنا وزيران او د هسپانيا سفير ملګري وو. ",کرزي بادغيس ته لاړ 2425,," مخالف جنګياليو د کندهارد ميوند ولسوالۍ کې د دولتى پوليسو په پوسته بريد کړى دىاو ٦ تنه پوليس يې وروسته له وژلو سوځولي دي .همداشان د ارزګان د دهراوت په ولسوالۍ کې هم د مخالف جنګياليو د يو بريد په مهال يو امريکايي فوځى مړ او يو افغان عسکر ټپي شوي دي. ",په جنوب کې ١ امريکايي او ٦ پوليس وژل شوي دي 2426,," د کنړ والى وفا بينواته ددغه ولايت د نورګل په ولسوالۍ کې له دولت سره د يو تن مخالف قوماندان د يو ځاى کيدو خبره وکړه اوزياته يې کړه چې له دغه قوماندان سره ١١ تنه پلويان يې هم ملګري دي او له ځان سره يو اندازه سپکه او درنده وسلى لري. نوموړى قوماندان د حکمتيار د حزب اسلامى له ګوند سره تړاو لري . ",يو تن مخالف په کنړ کې له دولت سره يو ځاى شوى 2427,," د بلخ ولايت د چاربولک ولسوالۍ کې د پير سيد احمد ګيلانى تر مشرى لاندې د محاذ اسلامى ګوند د ٢ تنو پخوانيو قوماندانانو کورونو څنګ ته بمې چاودنې شويدي چې يوازې مالى زيان يې اړولى دى .اختر محمد او محمد ولى ابرهيم خيل هغه قو ماندانان دي چې له دغو چاودنوژوندى وتلى او ددغه لايت پوليسو د چاودنو په تور څوک نه دي نيولي او يوازې د پلټنو د پيل خبره کوي . ",بلخ کې ٢ پخوانى قو ماندانان له مرګ څخه بچ شول 2428,," د افغانستان له شمال نه بهرته د ماشومانو د تښتونې ويره مخ په ډيريدو ده او اوسيدونکى د دولت له امنيتي چارواکو ګيله کوي چې په دې اړوند يې د پام وړ څه نه دي کړي . دا ويره په داسې مهال په زياتيدو ده چې د بغلان پوليسو ٤ ماشومان چې عمر يې له ١١ کلونو کم وو، دتښتونکو له منگلو څخه ژغورلي دي. د بغلان د پوليسو مشر بينوا ته وويل ژغورل شوي ماشومان د فارياب ولايت دي او ايران ته ليږدول کيدل .ده وويل په تيرو ٤ مياشتو کې يې ١٣٠ تنه ماشومان ژغورلي دي . ",په شمال کې د ماشومانو د تښتونې ويره 2429,," افغان دولت ويلي په پام کې لري د دوو اونيو د ننه د کابينې د ٥ تنو رد شويو وزيرانو په ځاى نور کسان ولسي جرګې ته د باور د رايې د ترلاسه کلو په موخه ور وپيږني . د ولسى جرګې د تيرې پنجشنبې په ناسته کې استازو د افغان ولسمشر حامدکرزي د ٢٥ تنو نومول شوو زيرانو څخه ٢٠ تنه ومنل او ٥ تنه يې رد کړل .په رد شوو وزيرانو کې د اطلاعاتو ا ووفرهنګ وزير داکتر سيد مخدوم رهين ، د اقتصاد وزير امين فرهنګ د سوداګرى وزير حيدر رضا د ترانسپورت وزير ګل حسين احمدي او د ښځو د چارو وزيره ميرمن ثريا صبحرنګ ګډون لري . د باور تر ټولو ډيرې رايې د روغتيا وزير داکتر فاطمى(٢١٧) ترلاسه کړې.د ولسى جرګې په نننۍ ناسته کې د ښارجوړولو، مخابراتواو کډوالو د چارو د وزيرانو د منلو او نه منلوموضوع چې د رايو پر سر يې د استازو ترمينځ اختلافات وو هم اواره شوه او ٣ واړه وزيران ومنل شول . د نومول شوو زيرانو د باور د رايو وروستى پايلې : د بهرنيو چارو وزير داکتر سپنتا تائيد ١٥٠ رد ٧٥ باطل ٠ ممتنع ١٥ ددفاع وزير ستر جنرال وردګ تائيد ١٦٦ رد ٦٢ باطل ٠ممتنع ١٥ د کورنيو چاروزير ضرار احمد مقبل تائيد ١٨٥ رد ٥١ باطل ١ ممتنع٨ د ماليې وزير داکتر احدى تائيد ١٦٨ رد٦٦ باطل ١ ممتنع٨ د عدليې وزير سرور دانش تائيد ١٦٦ رد٦٣ باطل ٠ ممتنع ١٥ د پوهنې وزير حنيف اتمر تائيد ١٨٥ رد ٤٨ باطل ٠ ممتنع ١١ د لوړو زده کړو وزير دادفر تائيد ١٤٦ رد ٨١ باطل ١ ممتنع ١٧ د بريښنا وزير اسمعيل تائيد ١٣٣ رد ٩٠ باطل ٢ ممتنع ١٩ د حج او اوقافو وزير شهرانى تائيد ١٤٥ رد ٨٤ باطل ١ ممتنع١٤ د فوايد عامې وزير صفرى تائيد ١٢٣ رد ٩٦ باطل ٠ ممتنع ١٥ د اطلاعاتو او ځوانانو وزير رهين تائيد ٩٣ رد ١٣١ باطل ١ ممتنع ٩ د روغتيا وزير داکتر فاطمى تائيد ٢١٧ رد ٢٤ باطل٠ ممتنع ٣ د کرنې وزير عبيدالله رامين تائيد ١٧٨ رد ٨٥ باطل٠ ممتنع٨ د اقتصاد وزير امين فرهنګ تائيد ٦٠ رد ١٥٤ باطل ٠ ممتنع ٣٠ د کانو او صنايعو وزير عادل تائيد ١٢٨ رد ٩٥ باطل ٣ ممتنع١٨ د مخابراتو وزير سنګين تائيد ١٢٠ رد ١٠٨ باطل ٠ ممتنع١٦ د سوداګرى وزير حيدر رضا تائيد ٩٩ رد ١٢٣ باطل ٠ ممتنع ٢٢ د کليو د پراختيا وزير احسان ضياتائيد ٢٠٦ رد ٢٧ باطل ٠ ممتنع ١١ د شهيدانو او معلولينو وزير قرقين تائيد ١٩٤ رد ٤١ باطل ٠ ممتنع ٩ د ترانسپورت وزير ګل حسين احمدى تائيد ١٠٥ رد١١٦ باطل ٣ ممتنع ٢٠ د ښځو وزيره صبحرنګ تائيد ٩٨ رد١٢٨ باطل٠ ممتنع١٦ د کډوالو وزير استاد اکبرتائيد ١١٨ رد ١٠٢ باطل ١ ممتنع ٢٣ د سرحداتو وزير کريم براهوى تائيد ١٧٦ رد ٥٥ باطل ١ ممتنع ١٢ د ښار جوړولو وزير يوسف پښتون تائيد ١٢١ رد ١٠٧ باطل ٢ ممتنع ١٤ اود نيشه يى توکوپه وړاندې د مبارزې دوزير قادرى تائيد ١٣٥ رد ٩٥ باطل ٢ ممتنع ١٢ ",د ٥ رد شوو وزيرانو ځاى به نور کسان ونيسي 2430,," کندهار: د اتل قول اردوقومندان جنرال رحمت الله خبري رسنيو ته ويلي چي پرون يې د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالي کي له ايتلافي ځواکونو سره د ګډو عملياتو په ترڅ کي ١٢ تنه شکمن طالبان نيولي دي، جنرال رحمت الله زياتوي چي دغه کسان دوى ته د ورغلو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ نيول سوي، او وايي چي نيول سوي کسان د دوى تر تحقيقاتو لاندي دي. ",په زابل کي ١٢ تنه شکمن طالبان نيول سوي دي 2431,," د بريتانيا ددفاع وزير جان ريد نن کابل ته راورسيد اوټاکل شوې له خپل سيال ستر جنرال عبدالرحيم وردګ اودولسى جرګې له استازو سره وګوري. همداشان جان ريد به په افغانستان کې د خپلو ميشتو عسکروله فوځى مرکزنوڅخه هم ليدنه وکړي.بريتانيا اوس مهال لږترلږ ٢٠٠٠ عسکر لري او ټاکل شوې ٤٠٠٠ نور ځواکونه هم د افغانستان په جنوب کې ځاى پر ځاى کړي . ",د بريتانياددفاع وزير کابل ته راورسيد 2432,," د افغان دولت د مخالف جنګياليو د وسله ال بريد په ترځ کې نن ٤ تنه دولتى پوليس د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالى د شاهى خيلو په سيمه کې ټپيان شوي دي .بينوا سره د کاپيسا د پوليسو مشر دا خبره منلې او وايې چې له پېښې وروسته يې ١١ تنه شکمن کسان نيولي دي.د طالبانو يو وياند بيا ادعا لري چې ٣ تنه دولتى عسکر يې په دغه بريد کې وژلي دي. ",په بريد کې ٤ پوليس په کاپيسا کې ټپيان شوي 2433,," د هرات ښار د پنځمې ناحيې اړوند يو کور کې نن له غرمې وروسته چاودنه شوې چې له امله يې يو تن مړ او يو تن ټپي شوي دي .په دغه چاودنه کې چې لامل يې لا نه دى څرګند ، نوموړى کور ته ډير زيان رسيدلى دى . ",هرات کې يو کور کې چاودنه شوې . 2434,," د تواضع د سړک جوړولو موسسې په ساتونکو تيره شپه د کندهار دشاولى کوټ په ولسوالۍ کې وسله ال بريد شوى دى چې په کې د موسسې يو تن ساتونکى مړ او ٢ تنه نور ټپيان شوي دي. په دغه بريد کې د موسسې ١٢ ډول ډول کارى موټر سو ځول شوي دي . د موسسې مشر د پېښى پخلۍ کړى دى اوامنيتى چاراکو د پېښې په اړوند پلټنې پيل کړي دي. په يو شمير نورو رپوټونو کې بياد ٢ تنو دوژل کيدو او ٣ تنو د ټپي کيدو خبره کيږي . دولتې چارواکو په دې اړوند لا چوپه خوله دي. ",کندهار کې د موسسې ١ تن مړ او ٢ تنه ټپيان شوي دي 2435,," د توغندى په هغه بريد کې چې د عراق د دفاع وزارت ودانۍ ته نږدې نن په (زرغونه سيمه ) کې شوى ٥ تنه مړه او يو شمير ټپيان شوي دي. عراقى پوليسو ويلى ګرانه ده چې دوژل شوو کسانو پيږندنه وشي . ",د عراق دفاع زارت ته نږدې توغندى لګيدلى دى. 2436,," د بالکان په سيمه کې د دانوب دستر سيند د څپو په ډيريدو سره د مرکزى اوجنوب ختيځې اروپا څلورو هېوادو ، مجارستان، صربستان ، رومانيا او بلغاريا په زرګونو تنه اوسيدونکې دې ته اړ شول چې خپل کورنه پريږدې .رومانيا هغه هېواد دى چې د نورو په پرتله ډيرځپل شوى دى .د دانوب سيندغاړو ته پرتې سيمې ډيرې زيانمن شوي او اسيدونکى يې دې ته اړ شوي چې خپل کورونه پريږدي .اوس مهال د څپو توندى په کميدو دى . ",په اروپا کې سيلابونو په زرګونه تنه له کورنو وايستل 2437,," د غزنى ولايت د ګيلان ولسوالۍ کې دا فغان دولتى ځواکونو او مخالف جنګياليو ترمينځ درنده جګړه روانه ده چې په کې دواړو لورو ته مرګ او ژوبله اوښتې . د غزنى ولايت يو امنيتى چارواکى چې د نوم له ښودلو يې ډډوه وکړه بينوا ته ددغې جګړې پخلۍ کړى ا ووايى ٣ تنه مخالف جنګيالى او يو تن دولتى عسکر تر دم ګړى د جګړې په بهير کې وژل شوي دي. ",د غزني په ګيلان کې درنده جګړه روانه ده 2438,," د غزنى ولايت د واغز ولسوالۍ ادارى مديرنن هغه مهال د ناپيږانده وسله والو کسانو په بريد کې ووژل شو چې دکار په لور ران وو . د وژنې مسوليت چا نه دى منلى او نه چارواکو په دې اړوند څوک نيولى دي . ",د واغز ادارى مدير ووژل شو 2439,," په کندهار کې کورنيو او بهرنيو چارواکو منلې چې تيره شپه ٣ او نن سهار يو توغندى د کندهار په هوايي ډګر لګيدلى چې ځانى او مالى زيان نه لري .کندهار هوايي ډګر د امريکا نو تر مشرى د نړيوالو ايتلافى ځواکونوستر فوځى سنګر دى ، چې څارنه يې د بهرنيانو په لاس کې ده .تر دم مهاله يوازې فوځى الوتکې له دغه ډګر څخه استفاده کوي.افغان الوتکو ته په کې د ناستې اجازه نشه . ",د کندهار هوايي ډګر تر بريد لاندې راغلئ 2440,," واشنګټن منلې چې نوى خپور شوى ټيپ د القاعده ترهګر ې ډلې په مشر اسامه بن لادن پورې اړه لري . اسامه په دغه تيپ کې چې د الجزيرې تلويزيون خپور کړى، لويديځ په دې تورن کړى چې د فلسطين د حماس د ډلې دګوښه کولو په موخه يې د اسلام په ضد جګړه پيل کړې ده . واشنګټن ادعا لري چې اسامه ډير نارامه او تر سختو فشارونو لاندې دى .دا څرګندونې له دواړو لورو په داسې مهال کې کيږي چې تر دم ګړى د اسامه د نيولواو يا وژلو په اړوند دامريکا او لويديځ هڅې ناکامه شوي دي .اسامه په عراق ، فلسطين ،چچين ، سودان او سومالى کې جګړې داسلام په وړاندې صليبى جګړې وبللې . ",امريکا : خپور شوى ټيپ په اسامه پورې اړه لري . 2441,," د بريتانيا د دفاع وزير جان ريد په کابل کې له خپل سيال جنرال عبدالرحيم وردګ سره له خبرو او کتنې وروسته افغانستان ته د طالبانود راتلو د خطر په اړوند خپله انديښنه څرګنده کړه او د دوى بيا واکمنى يې د افغانستان له پاره لويه بدبختى او د بريتانيا له پاره ستر خطر وباله . ده وويل که چيرې ترهګرى په افغانستان کې له مينځه يو نه سو په خپل هېواد کې به ارام نه وو. جان ريد له افغان ولسمشر حامد کرزى او دمشرانو او ولسى جرګې د دفاع او امنيت د کميسيونو له مشرانو او غړو سره يې هم وکتل . ټاکل شوې ده بريتانيا نور خپل ٤٠٠٠ ځواکونه د افغانستان په جنوب د هلمند ولايت کې ځاى پر ځاى کړي.طالب چارواکى بيا افغانستان ته د نور وبريتانوى عسکرو استول د دوى دناکامى ثبوت بولي . ",جان ريد :افغانستان ته دطالبانود بيا راتلو خطر 2442,," افغان ولسمشر حامد کرزي د کندهار د شاولى کوټ ولسوالۍ کې د څلورو تنو کانادايي عسکرو په وژنه سخت خفګان ښودلى او په دې اړونديې د وژل شوو عسکر کورنيو او دکانادا ولس ته د خواښينى مراتب څرګند کړي دي . ",کرزي د کانادايى عسکرو په وژلوډير خفه شوي 2443,," د خوست د پوليسو مشر بينوا ته نن د ټيلفون پر ليکه وويل چې ٣ تنه شکمن کسان يې د هغه نيښتې په تور نيولى چې د دغه ولايت د يعقوبيو په ولسوالۍ کې رامينځ ته شوې او په کې ٢ تنه ولس وګړى مړه او ٢ تنه نور ټپيان شوي دي.ده وويل دغه نيښته قومى بڼه لري او د خپل منځى اختلاف په سررامينځ ته شوې ده . ده دا هم وويل چې تيره شپه په همدغه ولسوالۍ کې يو دولتى ساتونکى د ناپيږانده کسانو له خوا وژل شوي دي. ",خوست کې ٢ ولسى وګړى او ١ تن پوليس وژل شوي 2444,," کابل: په ولسي جرګه کې پرمخدوم رهین تر بې باورۍ وروسته  ګوندونه  هڅې کوي، خپل اړوند کسان دغه وزارت ته کاندید کړي. د ولسي جرګې غړی محمد محقق غواړي مبارز رشیدي د کلتور وزارت لپاره پر کرزي ومني، تر ده مخکې استاد سیاف په خپلو خبرو کې ویلي و،چې که استاد اکبر ونه منل شي،بل راتلونکی کاندید وزیر به هم دده د ګوند وي. د کلتور او ځوانانو وزارت ته عبدالحمید مبارز، سانچارکي، ‌ظاهرطنین، شیرازالدین صدیقي، مبارز رشیدي او هاشم عصمت اللهي ځانونه کاندید کړیدي. ویل کیږي مبارز، سانچارکي د څینو څرګندو لاملونو له مخې رد شوي، خو د نورو کسانو ترمنځ د سیالۍ بهیر جریان لري. پرون د ژورنالستانو د ازادې ټولنې په رابلل شوې غونډه کې هم ژورنالستان پر دوو ډلو ووېشل شول،چې یوې یې د یوه اړخ او بلې یې د بل هغه پلویتوب کاوه. دسیاسي چاروکتونکي وایي، ددغسې غونډو موخه ښایي دا وي،چې اړوند کسان د ملت او ولسمشر په وړاندې وړ او منلي شخصیتونه وګرځوي. ",محقق هم کلتور وزارت ته خپل کاندید وړاندې کړ 2445,," له هلمند څخه په رارسيدلو لومړنيو رپوټونو کې راغلى چې نن سهار ددغه ولايت هوايي ډګر ته نيږدې لشکرګاه ښار کې يوه چورلکه غورځيدلې او اور يې اخيستى دى .اټکل کيږى په دغه پېښه کې يو شمير کسان مړه او ژوبل شوي وي . تر دم ګړى په دې اړوند رسمى وينا نشته او د راپريوتو لامل يې هم نه دى څرګند .د هلمند ولايت وياند اوادارى رئيس بينوا ته په دې اړوند وويل لا هم وختي ده چې په دې اړوند څه ووايو . غورځيدلې الوتکه روسى ده چې دامريکايانوله خوا په کرايه نيول شوې . عينى شاهدان وايي چې الوتکه کيناستو په مهال له کورنو سره لګيدلې چې له امله ٢ تنه ملکى وګړى مړه او ډير شمير ټپيان شوي دي . ځايى کورنو ته هم ډير زيان رسيدلى دى .يو امنيتى چارواکې بينوا ته وويل د الوتکې د لويدو له امله ٢ تنه بهرنيان مړه او ٢ تنه نور ټپيان شوي دي. ",هلمند کې چورلکه غورځيدلې . 2446,," نن د ننګرهار د جلال اباد ښار د خوش ګنبدى سيمه کې چې قول اردو او هوايى ډګر ته نيږدې پرته ده ٦ تنه ماشومان د لوبو په مهال دتوپ د يوې زړې مرمى د چاودنې له امله ټپيان شول .د دغه ښار د پوليسو د څلورمې حوزې مشر رووف تاسنګ بينوا سره د پېښې پخلۍ کړى دى . ",٦ ماشومان په جلال اباد کې ټپيان شول . 2447,فؤاد لامع," مينې پر تا باندې باور بايللی  تۀ رټل شوی يې د عشق له کوره  تا يې په شونډو کې هوس لټاوۀ  تا يې په غيږه کې اورونه غوښتل  هغې د مينې باران واوروۀ ستا پر دښتې  خو تا هغه سپېڅلي څاڅکي،  د نيشه ناک کوکنارو سرو ګلو ته  د ودې سا بلله  تا خو خپل زړه د ژوند قمار کې وو بايللی پخوا  ستا د زړې ماڼۍ پر پلاز خو وه، د بلې ولکه  ستا خو روان پردی وو  تۀ پوهېدلې چې بې غمه بل څۀ نۀ ورکوې  نن چې ژړا دې ورته واورېدله  غوښن زړګی دې لږ څه ودرزېدۀ؟؟؟  تا ته کۀ وغواړي ښېرې وکړي نو زه به يې دومره پوه کړم: چې تا ته ستره سزا دا ده په دې ټوله نړۍ نۀ تۀ مين شې بيا او نۀ د مينې بڼ ووينې نۀ دې د يار خيالي خبرې، نۀ ديدن ووينې د پخوانۍ مينې پر خاورو دې ژوندون شي سبا نۀ يې کړونګی، نۀ يې درياب، نۀ يې چمن ووينې!! ",رټل شوی 2448,," د سمنګان ولايت په خرم سارباغ ولسوالۍ کې د نيزونو د راوتو له امله دوه سوه و پنځوس کورنۍ زيانمنې شوي دي. د رپوټونو له مخې، دغو نيزونو دوه ورځې وړاندې هم د نوموړې ولسوالۍ په څو کليو کې ورانی رامنځته کړی وو او نژدې سلو کورنيو ته يې زيانونه اړولي وو. ",په سمنګان ولايت کې نيزونه راغلي دي. 2449,," د نيمروز ولايت په چار برجک ولسوالۍ کې د کورنيو چارو وزارت د نيشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ځانګړو پوليسو لومړني عمليات ترسره شول. د کورنيو چارو وزارت د وياند په وينا، په دې عملياتو کې چې د پاکستان اوسنۍ پولې ته څېرمه ترسره شول، د نيشه يي توکو د قاچاق په تور يو مشکوک وګړی ونيول شو او يوه اندازه وسله او مهمات، څو زغره والې واسطې او د نيشه يي توکو دوه زيرمې له منځه يووړل شوې. ", نيمروزکې د نيشه يي توکو پر ضد عمليات ترسره شول. 2450,," ", 2451,حقمل," د مصر دسيلانيانو په(دهب )ښار کې د ٣ پرله پسې چاودنو له کبله ٢٢ تنه مړه او لږترلږ ١٥٠ تنه نور ټپيان شوي دي . دمصر ولسمشر ددغو چاودنو سخته غندنه کړې ده او دا يې يو ترهګرى عمل بللى دى . د امريکا ولسمشر هم ددغو چاودنو غندنه کړې او دا يې د بېګناه خلکو په وړاندې يو نه بخښونکى عمل بللى دى . مصر د اسرائيلو سره خپله پوله تړلې تر څووکولاى شي د عاملينو د تېښتې مخه نيسي . ",د مصر په چادنو کې ٢٢ تنه مړه او ١٥٠ ټپيان شوي 2452,محمدحنیف حېران طوطاخېل,"  خوږې خوږې اشنالکه شکرې دې خبرېراووري مې په زړه باندې خبرې دې خبرېنن بيادې جوړې خپل حسن له سره دی کتلینن اور مه ز ماله فکره لرې دې خبر ېدکلي اومهلت دتربورسترګه درنه سوزيڅه تکې تکې سپينې اوڅه نرې دې خبرېدادغومره مې صبردچانیازواو لحاظ ورقیبه نورې وړای نشم کمرې دې خبرېاحساس دې درقيب لکه دباز په هواګرځيخدای مکړه چرې ونکړي وزرې دې خبرېحېران يم چې دکلي خلکوزړونه ولې نه چويخندا د ې لکه تندرا وترې بر ې د ې خبر ې ",غزل 2453,سپين غر _كابل," یادونه : دا مرکه د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله تر موږه ناوخته رارسیدلې  دا چي د مرکې ارزښت ډیر و نو اوس ئې خپرو چي بېنوا پاڼه ئې دځنډیدو له امله بخښنه غواړي-- هادي   سپين غر _كابل  پاكستان ته دولسمشر كرزي دسفر نه وروسته دپاكستان ولسمشر مشرف دكرزي اودهغه دسفر په اړوند يولړ بي مسئوليته څرګندوني كړي  چي دپاكستان اوافغانستان په اړيكويي منفي ا غيزه كړي ،خيبر تلويزيون دپښتون سياستوال اودسياسي چاروڅيړونكي ښاغلي افراسياب خټك سره په دي هكله يوه مركه ترسره كړي چي ستاسو پام ورته راګرځوو:  نطاق: كله چې كرزى صاحب پاكستان ته راغلى نو د پرويز مشرف سره يى په ځينو مسايلو خبرى وكړى. خو چې افغانستان ته لاړ نو بيايى دغه خبرى په مطبوعاتواوميډيا كي رابربنډي كړى. آيا همدا خبره ددى سبب وگرځيده چې پاكستانى چارواكو يى په وړاندى غبرگونونه وښودل او كه څه نورى خبرى دى؟ خټك صاحب : ددى پيښو پس منظر ته كه لږ توجه وشى نو دا هرڅه روښانه كيږى تاسوته پته ده چې دى وروستيو مياشتوكى د افغانستان جنوب او مشرقي برخوكى د ترهـرى پيښى زياتى شوى. دكندهار په يو جومات كى چاودنه په سپين بولدك كى چاودنه په خوست او نورو هغو سيموكى چې د پاكستان سره په پوله نږدى پرتى دى داچاودني اوځان مرګي بريدونه زيات شوي دي .كه ستاسويادوي نو هغه وخت افغانان لارو كوڅوته راووتل او لويې مظاهرى يى وكړى. او دا هر څه يې د پاكستان له لورى گڼل حامد كرزى چې كله پاكستان ته راغلو مجبور ړ چې د خپل ولس دغه غوښتنى د پرويز مشرف سره شريكى كړى ځكه افغان ولس دغه ټولى پيښى د پاكستان له لورى گڼى. كله چې ښاغلى كرزى خپل وطن ته ستون شو نوخبريالانواوميډيا په دي اړه تري پوښتني وكړي هغه ورته وويل چې هو له پاكستان سره مو په دي هكله خبرى كړى دى. خو په تفصيل يى دا خبره نده كړى. خو پرويز مشرف د دوى په وړاندى په ډيره تنده لهجه خبرى وكړى. چې د ټولو نړيوالو او ديپلوماتيكو اصولو خلاف وي چې د يوه ملك مشر ته په داسى لهجه ږغيدل هيڅ پكار نه دى. خبره داده چې پرويز مشرف زيات مشكلات لرى. د ترهـرى په ضد چې دده دوه ګوني پاليسى ده هغه اوس بربنډه شوى او بل د ښاغلى بوش سفر هم په ده ښه و نه ليده نو آخير ده خپله ټوله غوسه له افغانستانه وايستله او داسى بيانات يى وركړه چې دا ديوه هيوادولسمشر ته ضرورنه و. نطاق: دا خبرى خوسمى دى خو دا چې ښاغلى كرزى دلته خبرى وكړى او بيا چې افغانستان ته لاړونو د ميډيا سره د دغو خبرو رالوڅول له وخته مخكى نه وو.؟ خټك صاحب : خبره داده چې په افغانستان كى په زيات شمير كى مظاهرى شوى وى. ولس له خپل منتخب ولسمشر نه غوښتنه لرله چې ددوى تشويش بايد پاكستانى چارواكوته ورسول شى. هلته خو جمهوريت دى زموږ غوندى خونه دى چي هر څه چي دچارواكوزړه وي هماغه شان كوي هلته ولس پوښتنه كوى زما خيال دانه دى چې كرزى صاحب دى كومه زياته خبره كړى وى هغه يوازى دومره ويلى چې دا خبرى يى د پاكستان له چارواكو سره شريكى كړى دى. نطاق: پاكستان خو له خپله طرفه دترهګري دمخنيوي په لاره كي كوشش كوى په سلونو ترهـريى نيولى اوامريكي ته يي حواله كړى دى څه موده مخكى يي دطالبانو ۱۳ مشهور كسان چي دطالبانومخكمني وياند لطفالله حكيمي اواستاد ياسر هم په كي و، افغانستان ته حواله كړه. پاكستان خو تر خپله وسه زيار باسى خو د امريكى او افغانستان غوښتنى زياتى دى. پاكستان په پو له اتيا زره پوځ اچولي او ليادى خپل كوشش كوى. نورڅه وكړى؟. خټك صاحب : زما وړانديز دادى چې دغه اتيا زره پوځ دى له سيمى را و باسى يوازى دى دا فيصله وكړى چې ترهـر به دلته نه وى او افغانستان ته به نه ځى دوى اصلا تر اوسه دا فيصله نده كړى تاسو وگورى دا حملى ټولى د پولى په ۳۰ كيلومترى كى كيږى په جنوب او مشرقى سيموكى په مزار، هرات، باميان او نورو سيموكى جړه نشته نو دا له كومه دا كسان راځى ظاهره خبره ده چې د پولى ددى خوانه ترهـر افغانستان ته ځى. نطاق: ستاسو په خيال دا اوږده پوله څوك بندولى شى؟ خټك صاحب : خبره داده چې هر څوك يو څه ته دليل پيدا كولى شى خو حقيقت دادى چې كه چيرته پدغه سيموكى واكمن وغواړى او فيصله وكړى چې مداخله ترسره نشى نو نه به كيږى پوليټيكل نظام ډيرسخت نظام دى كله يى چې كومه فيصله كړى نو هيڅوك ورته نه دى ټينګ شوى. كله چي دقبايلوډيرغټ مشران كله ناكله دحكومت سره وران شوي اوغرونوته ختلي اودحكومت په وړاندي دريدلي نودحكومت په وړاندي ټينګ شوي نه دي بيرته له غرونه راښكته شوي اوزوريي نه دي رسيدلي بد قسمتى داده چې موږ خپل سياست نه تنقيدو موږ بايد د خپلو پاليسيويو تنقيدى جاج واخلو او بيا يوه سمه اوشفافه سياسي لاره ځان ته غوره كړو.  نطاق: د پاكستان حكومت دا الزام لوى چې پخوابه زلمى خليلزاد دا كار كاوه خو اوس د افغان حكومت چارواكى دا مريكى خبرى كوى او د امريكى دو ياند د نده ترسره كوى. خټك صاحب : دا چې په سپين بولدك او د كندهار په جومات كى بيګناه خلك مړه شول دا امريكاييان وو؟ دا اوس چې افغانان مرى دا څوك دى؟. دا چې افغانان مرى نو حكومت يى بايد غږ اوچت نه كړى؟. دا عجيب انصاف دى؟پاكستان وايي چي هم به خلك ور ليږو هم به جړه كوو او هم به افغانستان غږ نه اوچتوى دا خود انصاف تقاضا نه ده.  نطاق: داچې ويل كيږي په دى پيښو كى د پاكستان لاس دى نو په دى كى د پاكستان څه فايده ده؟ خټك صاحب : دا په ځاى پوښتنه ده. د پاكستان خلك دانه غواړى زه اوته هم دښمنى نه غواړو خو په پاكستان كى يو شمير لوړپوړى داسى شته چې لاتر اوسه يى په ماغزوكى هغه د اتيايمو او ۹۰ كلونو د ستراتيژيكى ژورتيا خبرى شته اوغواړى چې پدى توگه امريكاييان ستړى شى او له افغانستان نه ووځى ترڅو بيا دوي يوه ډله را پيدا كړې او افغانستان قبضه كړې. يعنى دغسى كسان اوس هم شته.  نطاق: دا چې تاسو وايى دا پيښى اكثر د پولى په ۲۵ يا ۳۰ كيلومتري كى كيږى خو دلته ديخوا هم دادى په وزيرستان او با جوړكى حالات خراب شوى نو بيا د پاكستان په دى كى څه فايده ده؟ خټك صاحب : زه خپله هغه وړاندى خبره يوځل بيا تكراروم چې موږ لاتراوسه هم هغه د شلو پنځه ويشتو كلونو د سياست په خيال كى يو او پخپل دغه سياست مونوى كتنه نه ده كړي. زما په خيال د افغانستان او پاكستان ترمنځ دومره اقتصادى، تجارتى او اجتماعى ژورى اړيكي شته چې په نړى كى به د نورو گاونډيو ترمنځ ډيري لږ وى نو دواړو ملكونو ته په كارده چې د حالاتو په ښۀ والى كى خپله ونډه ترسره كړى. كه د پاكستان لورى په رښيتا سره څه چې وايى په هغو عمل وكړى او افغانانو ته دا باور پيداشى چې پاكستان له موږ سره دور ورى چلند كوى نو هيڅ ستونزه به پيدانشى.  نطاق: په افغانستان كى د هند يو پراخ اثر ورسوخ شته او اړيكى يى ډيرى پراخى شوى. پاكستان داسى اڼيرى چې په بلوچستان او وزيرستان كى چې څه كيږى په دى كى د هند لاس شته او دخپلوعزايمولپاره د افغانستان خاوره استعمالوى. خټك صاحب : زه د يوه سياسى تحليلر په توگه دا وايم چې د هند او پاكستان په پيښوكى د افغانستان د اخلول ښه نده او دا د هيڅ يوه هېواد پاكستان- هند او افغانستان په گټه نده. د افغانستان او پاكستان تر منيځ اصلى ستونزه بى باورى ده كه دا دو اړه هېوادونه يو په بل باور ولرى او په پوره مفاهميت كى خپلى ستونزى حل كړى هر څه به حل شى. يو په بل الزام لول د ستونزو د حل لاره نده. اصلى خبره داده كه موږ رښتيا عمل وكړو نو عمل د وينا ډيرښه خبر لوڅ دى او هر څوك يى گورى كه رښيتنى عمل وكړو نو باور پيدا كيږى او د اعتماد فضا راتلى شى. نطاق: پاكستان داسى تجويز كړى چې په پوله به اغزن سيم را تاو كړى خو افغانستان دى ته تيار نه دى.  خټك صاحب : دى ته به هيڅ څوك تيارنه شى دا بالكل د خندا خبره ده پرويز مشرف خو يو ځل بيخى د ماينونو د ښخولو خبره كړى وه پښتانه قومونه به هيڅكله هم دا خبره و نه منى. زه وايم چې دوى بايد پاليسى بدله كړى دوى د خپلو غلطو او دوه گونو پاليسيو نه د خلكو د پام اړولوپه خاطر په داسى لوبولاس پورى كوى. دا څڼه كيدى شى چى د يوه مومند او بل مومند د يوه شينوارى او بل شينوارى تر منيځ دى اغزن سيم راتاو شى دانشى كيدى دوى بايد خپلى پاليسى اصلاح كړى.  نطاق: د پرويز مشرف او كرزى دغه بيانات به ددواړو ملكونو په خلكو څه اثر وغورځوى؟ خټك صاحب : دغه ډول بيانات د هېوادونو او ولسونو ترمنيځ اړيكى سړولى شي او دولسونو ترمنځ ورو وروزړه بدوالى او بدبينى را پيدا كولى شى. زما په خيال ددى مخه نيول په دى طريقه كيږى چى دواړى خواوى دى منفى پروپاگڼدى بندى كړى او وروسته دى دسفارتونو او يا د حكومتونو په كچه خبرى پيل كړى او د اعتماد يوه فضا دى رامنځته كړى. دايى يوازنى لاره ده.  نطاق: افغانونو دلته ډيرښه د مهاجرت ژوند كړى خو اوس د افغانانو عمومى رويه د پاكستان خلاف ده دا ولى؟ خټك صاحب : دا مخكې نه وه د ولسونو ترمنځ دوستى وه او اوس هم شته دا مشكلات حكومت را پيدا كړى. دولسونو ترمنځ بدبينى او مشكلات نشته. ",دپښتون سياستوال افراسياب خټك مركه 2454, م ''محبوب'' اسلام اباد,"  ځي تښتي يو له بله ټول وګړي په دې ښارکې  دهر چا ار ما نونه دي نيمګړي په دې ښارکې  دا ستا خونخوارې سترګې چې ترڅوپورې غړيږي  نو کيږي به همداسې دلته مړي په دې ښارکې  راشنه به شي،رالوی به شي،وږمې به بې خورې شي ما وکرل د تاندې مينې ز ړي په دې ښار کې  که خان دی که ملادی، که رهبر دی که واکمن دی هر يو په زړه داغونه دي راکړي په دې ښارکې   که څو ېې هېرومه،نه هېريږي څه پرې وکړم ؟ دژوند زرينې پاڼې مې باد وړي په دې ښارکې  خدای خبر پوهان اوهوښياران کومه خوا تللې   يوڅو ليوني ګرځي ستړي،ستړي په دې ښارکې  پخوا به شنو ګېډيو او لونګو ته پکار ول  اوس اخلي خلک ددار لپاره پړي په دې ښارکې  پکار ده نوره تيښته له دې ښاره ای محبوبه !  خرڅېږي د انسان دبدن غړي په دې ښارکې   ", غزل 2455,ظفر کریمي," غزل  ﻻېې حسن يو په دوه شي چه ګل وټومبي اوربل کې ﻻېې سرې منګلې سرې شي چې بنګړي کړي په منګل کې  که موټراوکه جاېداد،او که بنګلې وي بې له تا نه  ماته ټوله دنيا هېڅ ده ستا ددو سترګو بدل کې خنداګانې اداګانې او سپوږمئ ګوته په خوله شو هم بې واره بې ترتيب شو ستا ديو نظر کتل کې اوس به حورې اوحسېنې ځانله سرې لوپټې ګوري  ځکه ستا مخ ېې لېدلی په پړونې د ململ کې  تاته هېڅ په ائېنه کې د کتو ضرورت نشته راشه وګوره ښايست خپل د ،ظفر، په دې غزل کې ",غزل 2456,عبدالهادي حيران,"   ستا د نوم نه مې اغاز د ژوندانه دى زما څۀ ښکلى اغاز د ژوندانه دى  ستا نظر که چا له هيڅ ندى نو نۀ دى ولې ما له خو اعزاز د ژوندانه دى  بندګي د خپل جانان د وجود کړمه دا مې ژوند دى، دا مې راز د ژوندانه دى  د انسان غمونه هر ځاى چې دي خوري مې زما دغه سوز و ساز د ژوندانه دى  ستا ""کتاب"" کې چې د مينې ټکى نيشته ملا تا له څۀ جواز د ژوندانه دى؟؟؟  چا ويل څۀ ته شاعري کوې حېرانه! ما ويل دا هم يړ اواز د ژوندانه دى  ٢٠٠٣ مېلادي کال کراچۍ ",غزل 2457,خالدهادي حیدري,"   دادډېوړند په زور تپلې کرښه  دا د پښتون تر زړه وتلې کرښه  دا ورور له وروره بېلولای نشي  دا پښتنه مینه ویشلاې نشي  داد انګریز د نفاقونو لومه  دا د پنجاب د پلانونو لومه  چي یو وجود غوندي سړي بېلوي  څوک په غلجي او دراني بېلوي  زما په کور کي چي دا اور بلیږي  زما یتمان چي کور په کور ژړیږي  زما پر سر چي دا بمونه اوري  زما جنازې چي لور په لور ي دورومي  څوک مي په نوم د ترهګر یادوي  څوک مي بې علمه ټول ټبر یادوي  څوک مي ویاړونه حماسې ورانوي  څوک مي د پلار نیکه شملې ورانوي  د ټولو جړ دی دا بدنامه کرښه  راځئ چي پاکه کړو تمامه کرښه  یو به کړو واړه لر او بر پښتانه  چي شي راټول پر یو ټغر پښتانه  نیویارک  ",دډېوړندکرښه 2458,ډاکټر زبیر," کابل: په کابل کې د ځینو افغان فرهنګپالو په نوښت د ویسا په نوم یوه نوې ورځپاڼه راووته. دغه ورځپاڼه ،چې په  پښتو او دري ژبو خپرونې کوي  په څلورو مخونو کې په وړه کچه خپریږي. د ویسا د سرمقالې له مخې، دغه نوم  د ملي ژبې د یوې متروکې کلیمې د بیا ژوندي کولو او په ملت کې د باور د ټینګښت په موخه غوره شوی دی. ویسا هر سهار د کابل له پروان مېنې نه خپریږي. د ویسا د امتیازڅښتن محب بېزار په وینا، ورځپاڼه ښایي په راتلونکي کې اته مخیزه شي او ځانګړې ګڼې هم ولري. ",کابل کې د( ویسا) په نوم نوې ورڅپاڼه خپره شوه 2459,," د پښتونخوا ملي عوامي ګوندمشر ښاغلی محمود خان اڅکزی، سيمه ايز مشر ښاغلی مختار یوسفزی اواداري واکمن ښاغلی ارباب مجیب الرحمن نن سهار په لس بجو په راحت اباد پېښور کې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرخدای بخښلي  ډاکتر کبیر ستوري کورته لاړل او د ارواښاد  روح ته ئې دوعا وکړه. ښاغلي محمود خان اڅکزی وویل  ډاکټر کبیر ستوري د افغانستان ملي منلي او وتلي سیاسي مبارز  و چې نه یوازي د افغانستان په دننه کې بلکي په ټول افغان وطن کې په سیاسي مبارزینو کې یو د ډیر محبوبیت  لرونکی قومي او اولسي مشر و. خدای بحښلی ډاکټر صاحب ستوری د لر او بر افغان ملت د ملي وحدت پلوی او د دغه لوی ملي وحدت لپاره مبارزه کوله . د پښتو نخوا ملي عوامي ګوند د ډاکټرکبیر ستوري مبارزی ته د قدر په سترګه ګوري او درناوی ئې کوي. ښاغلی اڅګزي زیاته کړه! د خدای بخښلي ستوري ارمان لا پوره شوی ندی هغه ته د عقیدت د ګلونو د وړاندي کولو د ټولو نه ښه لاره به دا وي چې د هغه ارمانونه یانې د افغان وطن ، ملي وحدت، قامي حاکمیت او استقلال په کلکه دفاع وکړای شي . ښاغلي اڅګزي وویل د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ارواښاد ډاکټر کبیر ستوري د کورنۍ او د پښتون سوشل ډیموکراتیک ګوند ټولو ملګرو سره په دغه  لوی غم کې یو برابر شریک دی. محمود خان اڅکزي وويل : د پښتونخوا ملی عوامی ګوند د ډاکتر کبیر ستوری مبارزی ته د قدر په سترګه ګوري .     ",محمودخان د کبيرستوري پرمړينه خواخوږي وښوده 2460,خير محمد بيدار,"  ښايسته شراب دشنو پيالو سره ښه ښکاری شنه خالونه می ديار دانګوسره ښه ښکاری درسته شپه پتنګ په شمع ګرد تاويږ ی يوځای شمع دپتنګ دسوځيدوسره ښه ښکاری دوطن په نوم چه مال اوځان پری صدقه کړم سور په وينو زخمی زړه دفرهارو سره ښه ښکاری ميړنی به په ميړانه خپل ارمان ترلاسه کاندی دا باعظمه خپل مقصد ته رسيدو سره ښه ښکاری ټول وطن می سپيری دښتی او ميرئ دی نه شرميږو سپری دښتی دوطن می شنو فصلو سره ښه ښکاری چه غم نه وی ژړاګانی او درد نه وی تل خوښی وی سره ګولونه سره لبان د مستيدو سره ښه ښکاری الهی دبيدار بی وزلی سوال پخپل در باندی قبول کړه ستا په در کی زما سوال په قبليدو سره ښه ښکاری   ها لينډ ٢٥،٠٤،٢٠٠٦ ",غزل 2461,حکمت الله حکمت," در غربت اگر مرگ گيرد بدن من؟ ايا که کند قبر و که دوزد کفن من؟ تا بوت مرا بر سر کوهي بگذاريد تابادوزد برسرمن از وطن من علا مه محمود طرزي  - استانبول - ترکيه   که غربت کي مي مرگ واخلي زما بدن؟ څوک به کنيدي راته قبر ، څوک به گنډي زما کفن؟ کښيږدی زماتابوت دغره په سر چي را لګيږي  نسيم زما دوطن  ژباړه  :حکمت الله حکمت  مالمو _ سويډن ",د علامه محمودطرزي څلوريزه د حکمت الله حکمت ژباړه 2462,," ", 2463,," ", 2464,," ", 2465,," ", 2466,," تيره شپه د ٩نيمو بجو په شاوخوا کې د کابل ښار د بى بى مهرو سيمه کې دپوليسود چټک غبرګون د پوليسو مرکز ته نږدې دوه توغندى لګيدلى دي . د چټک غبرګون د قطعې مشر جنرال اميري وايي يوازې ٢ تنه ټپيان شوي دي . په سيمه کې يو شمير کورنواو دکانونو ته هم زيان رسيدلى دى . يو بل امنيتى چارواکى بيا بينوا ته وويل چې په دغه بريد کې ٢ تنه مړه او ٣ تنه ټپيان شوي دي. دغه چارواکى چې د نوم له ښودلويې ډډه وکړه زياته کړه تر ډيره بريده دغه بمى چاودنې وې ، چې دکابل هوايي ډګرد سرک په اوږدو کې د کثافاتو په سيمه کې رامينځ ته شوي دي. ",کابل ښارپه ٢ توغنديو وويشتل شو. 2467,," د فراه لايت د پوليسو مشر منلې چې ددغه لايت د ګلستان د پوليسو مشر سردار محمدنن د کلستان او دل ارام ولسواليو تر مينځ لاره کې د ناپيږانده وسله والو په بريد کې ټپى او رور يې وژل شوي دي . د پېښې په اړوند څوک نه دى نيول شوي او په دې برخه کې پلټنې پيل شوي دي . ",په بريد کې د ګلستان دپوليسو مشر ټپى اووروريې ومړ 2468,," د هسپانيا دفاع وزير خونسوالانسو د هرات ولايت کې ميشت هسپانوى فوځونو له قطعاتو څخه نن ليدنه کړې او ددغه ولايت د والى سيد حسين انوري سره يې خبرې کړي دي . هرات کې د پى ار ټى مشرى د هسپانيې فوځونه کوي . د بادغيس ولايت کې هم ددغه هېواد يو شمير ځواکونه ميشت دي. دا مهال هسپانيا افغانستان کې ٥٠٠ عسکر لري او ددفاع وزير د خپل سفر په ترځ کې ويلي چې په راتلونکې کې به ١٥٠ نور عسکر هم دغه هېوادته وليږي . ",د هسپانيا دفاع وزير هرات ته رسيدلى دى 2469,," د افغان ولسمشر حامد کرزي د کابينې د ٣ تنو وزيرانو د برخه ليک په اړوند د ولسى جرګې په نننۍ ناسته کې د يو شمير استازو ترمينځ تاوتريخ والى او سختې ناندرى راپيدا شوې او خبره تر سپکو سپورو رسيده . استازو ونه کړاى شوه چې په دې اړوند سره سلا شي نو په دې خاطر يې د اساسي قانون ١٠٦ ماده د شننې په موخه د وروستۍ پريکړې له پاره ولسمشر ته واستوله . ",د ٣ تنو وزيرانو د برخه ليک په اړوند سپکې سپورې 2470,," ", 2471,," د امريکا ددفاع وزير دونالد رامسفلد په يو ناڅاپى توګه عراق ته رسيدلى دى او ټاکل شوې ده د دولت له نويو مشرانو او چارواکو سره وګوري . عراق ته د رامسفلد ناڅاپى سفر ددغه هېواد د نوى مشرتابه څخه ملاتړ بلل شوي دي.همداشان د امريکا د بهرنيو چارو وزيره کاندوليزارايس هم عراق ته رسيدله ده . ",د امريکا ددفاع وزير عراق ته رسيدلى دى . 2472,," نن غرمه هغه مهال د کنړ د څوکۍ ولسوالى کې د ملى اردو ٤ تنه عسکر د يو ريموټ کنترول په بمې چاودنه کې ووژل شول ،چې په سيمه کې په ګزمه بوخت وو. په دغه چاودنه کې ٢ تنه نور عسکر ژوبل شوي دي . د کنړ والى اسدالله وفا د پېښې پخلى کړى او بينوا ته يې وويل سيمه کلابند شوې او پلټنې په دې اړوند پيل شوي دي. دا چاودنه په داسې مهال کنړ کې رامينځ ته شوې چې په سيمه کې د غرنى زمرى په نامه فوځىعمليات روان دي او چارواکو ادعا کړې چې دشمن ته يې درنده مرګ او ژوبله رسولې ده . ",د ملى اردو ٤ نه عسکر کنړ کې وژل شوي 2473,," د بدخشان د پوليسو مشر بينوا سره په خبرو کې نن سهاروويل ، د هېواد دشمنانو تيره شپه ددغه ولايت له جنوب شرق څخه دوه توغندي د فيض اباد په ښار توغولى چې دواړه د ولسى وګړو د استوګنې په کورنو لګيدلى دي .ده وويل مرګ او ژوبله نه لري يوازې په سيمه کې يې د استوګنې ٢کورنو ته زيان رسولى دى . دغه توغندي ددغه ولايت د پوليسو ودانۍ ته نږدې پريوتې دي . ",فيض اباد په توغنديو ويشتل شوي دي . 2474,," ميدان وردګوولايت كښې عدلي او قضايي غونډه وشوه ميدان وردګوولايت كې ځانګړې عدلي اوقضايي غونډه وشوه. دغه غونډه په داسې حال كې دميدان وردګوولايت دوالي ښاغلي عبدالجبار نعيمي  ترمشرۍ لاندې ترسره شوه؛ چې دمتحده ايالاتو دسفارت حقوقي، عدلي او قضايي چارواکي ؛د` يوناما` اوځينې كورني حقوق پوهان  هم شته ول.غونډه كې ښاغلي نعيمي دعدلي او قضايي سېستمونو پر رغونې خبرې وكړې او ددې سېستم بيارغونه ېې د جنګ وهلي افغانستان  لپاره اړينه  وبلله.په غونډه كې ميدان وردګوكې دمدافعې دوكيلانو دځاى پرځاى كولوپه اړه پرېكړه وشوه.  دادري رئيس ښاغلي  عبدالله له خولې راتلونكي كې به دولايتي بيارغونې ډلې ياپي.ار.ټي له خوا  يولس ګاډي دولايت په واك وركړل شي.همدارنګه دغونډې په پاى كې ټولوغونډوالو دمحبس اوكوچنيانو له روزنتون څخه ليدنه وكړه. ",وردګوولايت كښې عدلي او قضايي غونډه وشوه 2475,عبدالهادي حيران," عبدالهادي حيران د پښتو اکادمۍ واکمنو پرېکړه کړې چې د ""پښتو"" مجلې راروانه ګڼه به ""قلندر مومند نمبر"" وي. يو مذهبي جنوني د پښتونخوا ايالت وزيراعلى سيکرټرېټ ته په دې هکله خط لېږلى او غوښتنه يې کړې ده چې پښتو اکادمي دې د ""قلندر مومند نمبر"" د چاپ کولو څخه منعې کړاى شي. وزير اعلى سيکرټرېټ دغه خط د پېښور پوهنتون له لارې پښتو اکادمۍ ته لېږلى خو د پښتو اکادمۍ مشرې اغلې سلمى شاهين يې په ځواب کې ويلي دي چې قلندر مومند د پښتو ژبې يو داسې مُحسن او لوي شخصيت دى چې دا ژبه او دا سيمه ورباندې فخر کوي. نو ځکه پښتو اکادمي به خامخا د ""پښتو"" مجلې ""قلندر مومند نمبر"" چاپ کوي.لدې وړاندې کله چې پښتو ادبي بورډ د ""تاتره"" د قلندر مومند نمبر اعلان کړى ړ نو هم دغه کس پښتو ادبي بورډ ته دړکه ورکړې وه او د پښتو ادبي بورډ کمزوري وګورئ چې په يو خط يې خپله پرېکړه بېرته واخيستله او د قلندر مومند نمبر د چاپ کولو نه په ډډه شو. د پښتو ادبي بورډ دغې ويرې او بُزدلۍ هغه مذهبي جنوني ته دا حوصله ورکړه چې اوس هر چرته خطونه لېږي او د پښتو ژبې د سترو شخصياتو او اصلي مُحسنانو کردار کشي پکې کوي.محترمه سلمى شاهين د ډېر زيات داد او مبارکۍ لايق ده چې وزير اعلى سيکرټرېټ او پېښور يونيورسټۍ ته يې مدلل ځواب ورکړى دى او ويلي يې دي چې قلندر مومند نمبر به خامخا چاپ کېږي. د پښتو ژبې ادارو ته د همداسې مشرانو ضرورت دى. وزير اعلى سيکرټرېټ ته خط لېږونکي په خپل خط کې ويلي دي چې چونکې قلندر مومند يوه خاص عقيده لرله نو لدې امله دا د اسلام خلاف عمل دى چې د دې سيمې ادارې دې د هغه د ادبي خدماتو اعتراف وکړي او مجلې دې د هغه نمبرونه چاپ کړي.زۀ پوره يقين لرم چې وزير اعلى سيکرټرېټ کې په دې خبره د سوچ کولو او پوهېدو والا هيڅوک نشته ځکه خو هغوى دغه خط په ځاى د دې چې د ردۍ ټوکرۍ ته يې واچوي پېښور يونيورسټۍ ته لېږلى دى. ايا هغوى په دې نۀ پوهېدل چې مذهب يو مقدس حيثيت لري نو په ادبي معاملو کې د مذهب په دې طريقه راګډول د مذهب سپکاوى دى؟.مذهب، سياست، ادارې او ادب د يوې ټولنې بنيادي او د ژوند تېرولو مهم توکي دي. خو د افسوس او ماتم ځاى دا دى چې زمونږ په ټولنه کې سياست خو تش د منافقت دويم نوم ګرځېدلى دى، ادارې د رشوت او غلا مکتبونه جوړ شوي دي او مذهبي ډلو د دې لپاره ملا تړلې ده چې د خلکو ترمنځ نفرتونه خوارۀ کړي او په دې ډول خلک نۀ يواځې د مذهب نه بلکې د ژوند نه هم بېزاره کړي. دا ادب دى چې هره نعره، هره جذبه او هر احساس يې د خلکو ترمنځ د مينې خورولو او ورورولۍ پيدا کولو لپاره دى.ادب کايناتي دى. په ادب کې د عقيدې، مذهب، ژبې، نسل، رنګ، قام او هېواد توپير نشته. دا يواځې د مينې پرچار دى او خلکو ته د سُرور او ښکلا په رنګونو کې د حق او رښتيا ښودلو ائينه ده.د منافقت دې حد ته ګورئ چې کومو مذهبي ډلو پنځوس کاله د هندوستان په ""لال کلا"" د اسلام د بېرغ لګولو سياست وکړو هغوى د همدغې کلا يو متعصب مېلمه ايل کى ايډواني ته په اسلام اباد کې مېلمستياګانې ورکړلې او ورورولي يې ورسره وکړله، دوى په خپل منځ کې په يو بل پسې مونځ قدرې نۀ کوي، د اقتدار لپاره هرې روا ناروا منلو ته تيار دي او د خپلو سياسي مقاصدو د ترلاسه کولو لپاره مذهب هم استعمالوي. او اوس دا دى ادب ته هم دغه تعصبات، کرکې او منافقتونه راوړل غواړي.د دې ملک (پاکستان) په نصاب کې د شکسپئير ډرامې، د کرشن چندر افسانې او د ډېرو غيرمسلمو تخليقات شامل دي، دې ملک کې ډېر غير مسلم په اوچتو سرکاري عهدو پاتې شوي دي او غير مسلمو ته د هغوى د خدماتو د اعتراف لپاره ايوارډونه ورکړاى شوي دي. خو پښتو اکادمي او پښتو ادبي بورډ دې ته نۀ پرېښودل کېږي چې د قلندر مومند نمبر چاپ کړي. کۀ غور وکړاى شي نو دا په اصل کې د دې صوبې د حکومت لخوا د هغو سازشي کوښښونو څخه يو کوښښ دى چې د خپلې اولې ورځې نه يې د پښتو ژبې خلاف کوي. د کوم وخت نه چې په صوبه کې د مُلا ملټري الاينس (ايم ايم اى) حکومت راغلى دى نو د پښتو ژبې د ختمولو منصوبې په غير محسوس طريقه ډېرې شوې دي. اردو ژبه د صوبې سرکاري ژبه وګرځول شوه، د حکومت په سرپرستۍ کې چلېدونکو ادبي ادارو باندې هندکي ويونکي قبضې کوي، ادبي او کلتوري هلې ځلې په يو او بل نوم بدنامولى شي او چې کله چارواکي د پښتنو مخې ته راشي نو داسې وعدې وکړي چې بيا يې د پوره کولو لپاره څۀ چې پرې د غور کولو لپاره هم وخت نۀ لري. دې ته وائي دهوکه، دې ته وايي بې پښتو کارونه او د همدې لپاره ښاغلي سيف الرحمان سليم ويلي وه چې: د جومات استاد عرب دى، په مکتب کې دهلي وال دىيو استاد راله پيدا کړه خو پښتون راله پيدا کړه زۀ د دې کالم له لارې درې خبرې کول غواړم. اول د پښتو اکادمۍ مشرې محترمې سلمى شاهين ته داد ورکوم چې هغې په دې معامله کې د حکومت وضاحتي غوښتنې ته په صفا ټکو کې ځواب ورکړ چې قلندر مومند د دې سيمې او د دې سيمې د خلکو د ژبې يو اهم او ستر شخصيت دى. هغۀ ددې ژبې لپاره کار کړى دى، مبارزه يې کړې ده، علم يې ورکړى دى او د خپل زړۀ وينې يې ورکړې دي. عقيده د هغۀ خپله شخصي معامله ده. زمونږ يې د ژبې، ادب او علم سره کار دى او په دغو درې واړو حوالو هغه زمونږ دپاره محترم دى.دويم پښتو ادبي بورډ کۀ رښتيا يو بورډ او اداره وي نو بايد چې د يو مذهبي جنوني په دړکو کې د راتلو په ځاى خپل کار ته په خپله خوښه او طريقه دوام ورکړي. کۀ چيرته يې دا حال وي چې د يو کس په خط خپلې دومره غټې پرېکړې بېرته اخلي او خپل ادبي کارونه پرېږدي نو بيا پکار ده چې دغه اداره ختمه شي ځکه چې د دې ادارې دغه معذرت خواهانه رويه د ادب او پښتو دښمنانو ته حوصله ورکوي.او اخري خبره د يو شاعر په دې شعر چې: دا عمر خو د مينې محبت لپاره کم دےحيران يم چې نفرت ته اوزګارېږي خلج څنګه نفرت ته اوزګارو دې مذهبي جنونيانو ته خواست کوم چې دا د نفرتونو د فتوو کار دې د خپلو دايرو پورې محدود وساتي. ادب دې پکې نۀ لړي. دا به يې په ادب او مذهب دواړو احسان وي.   ",نفرت ته وزګار خلک 2476,," په نیپال کې د اوپوزیسیون ستره پلان شوې مظاهره اوس د بري د نمانځلو په مراسمو بدله شوه. پادشاه گیانیندرا د څو اونیو راهیسې احتجاجونو له امله د اوپوزیسیون فشار ته تسلیم شو. نوموړي اعلام وکړ، چې دی به  څلور کاله مخکې منحل شوي پارلمان ته بیرته د فعالیت اجازه ورکړي. په دې توگه دغه مطلق العنان پادشاه د اوپوزیسیون تر ټولو مهمه غوښتنه ومنله.

د نیپال د اوسیدونکو خوشحالي. له څو اونیو راهیسې پراخو احتجاجونو خپله اغیزه څرگنده کړه. پادشاه گیانیندرا له خپل دریځ څخه تیر شو او په دې توگه د اوپوزیسیون تر ټولو مهمه غوښتنه پوره شوه. 
00,13
نوموړي مطلق العنان د دولتي تلویزیون له لارې اعلام وکړ، چې » څلور کاله مخکې منحل شوی پارلمان به بیرته خپلې دندې ته دوام ورکړي«. ویل کیږي، چې د پارلمان لومړۍ غونډه به د جمعې په ورځ جوړه شي. پادشاه د خپلې وینا په ترڅ کې د احتجاجونو د قر بانیانو په اړه هم خپله اندیښنه څرگنده کړه. 
پرون هم په لسگونو کسان ټپیان شوي دي. اوپوزیسیون په تگ راتگ باندې پر بندیز سربیره  ټوله ورځ مظاهرې وکړې. تراوسه څرگنده نه ده، چې د نیپال اوسیدونکي به د پادشاه له دغې ژمنې څخه راضي وي او که نه او آیا نوموړی به وکولای شي، چې په خپلې دندې پاتې شي او که څنگه ",په نیپال کې د لویو مظاهرو د بري لمانځنه کیږی 2477,," ایران له خپل سخت دریځ څخه لاس نه اخلي. جمهوررئیس محمود احمدي نژاد په خپل هیواد کې د یورانیمو د غني کولو د کار پردوام  ټینگار وکړ. نوموړي په پلازمېنې تهران کې څرگنده کړه، چې ایران یو اټومي ځواک دی، خوله خپلې اټومي انرژۍ څخه یوازې د سوله اییزو مقاصدو لپاره گټه اخلي 
 ترټولو د مخه د امریکا متحده ایالات پر ایران تور لگوي، چې دغه هیواد غواړي د ملکي څیړنو په پلمه اتومي وسلې جوړې کړي.د ملگرو ملتونو د امنیت شورا، ایران ته له همدې امله تر راتلونکې جمعې پورې اولتیماتوم ورکړی، څو خپل د یورانیمو د غني کولو پروگرام په مکمله توگه ودروي ",ایران به له خپل سخت دریځ څخه لاس نه اخلي 2478,,"  په دغه هیواد کې له څو کلونو راهیسي په بیا بیا دگرځندویانو په ځایونو باندې بریدونه ترسره کیږی، چې ترټولود مخه د سینأ د ټاپووزمې توریستیکي ځایونه له خطر سره مخامخ دي. هلته نه یوازې بهرني سیلانیان  بلکې گڼ شمیر مصریان هم سیاحت ته راځي. اوس په مصر کې د تیرو کلونو د ترهگرۍتر سره شوو بریدونو ته یوه کتنه کووپه مصر کې د دوه زره پنځم کال د جولای په میاشت کې د تر ټولو سخت برید له امله دری اتیا کسان له منځه لاړل. یو ځل بیا د سینأ په ټاپووزمه کې سره سمندر ته نږدې، د شرم الشیخ په تفریحي سیمه کې یو لړ بریدونه تر سره شول. د مصر حکومت د دغو بریدونو مسؤلیت د القاعده د ترهگرې شبکې پر غاړه واچاوه.
شرم الشیخ یوازې تفریحي  په زړه پورې ځای نه، بلکې زیاتره وخت د سولې په هکله د نړیوالو کنفرانسونو ځای هم دی. 
د دوه زره پنځم کال د اپریل په میاشت کې، د مصر په پلازمینه قاهره کې د ترهگری یو برید تر سره شو. یوه ځان وژونکي برید کوونکي د ټورسټانو له پاره په یوه زړه پورې مارکیټ کې ځان د چاودیدونکو موادو په وسیله هوا ته والوزاوه. دوه فرانسویان او یو امریکایی له منځه لاړ او ډیر کسان ټپیان شول.
د دوه زره څلورم کال د اکتوبر په میاشت کې د سینا د ټاپووزمې د تابا په سیمه کې د هیلتون پر هوټل باندې یو برید تر سره شو. تقریباً په عین وخت کې د راس شیطان په تفریحي سیمه کې نورې چاودنې هم تر سره شوې. د هغو چاودنو له امله څلوردیرش کسان له منځه ولاړل، چې زیاتره ېې اسرائیلي ټورسټان و. او د سلو څخه زیات کسان ټپیان شول. دغه تصویرونه د ١٩٩٧ کال په نومبر کې، په لوکسور کې یوه ټورست اخیستي دي. وسله والو مسلمانانو پر بهرنی سیلانیانو باندې د فرعون د معبد د لیدنې په وخت کې برید وکړ، چې له امله ېې نوي کسان له منځه ولاړل. د دغه برید مسؤلیت د جماعت اسلامي سازمان په غاړه واخیست. 
د هغه څخه دوی میاشتې مخکې د مصر په پلازمینه قاهره کې؛ دا ځل نهه تنه آلماني توریستان او د هغوی مصری موټر چلوونکی د دوی پر بس باندې د یوه برید په ترڅ کې له منځه ولاړل. دوی غوښتل په قاهره کې د مصر د موزیم څخه لیدنه وکړي ",مصر کې خلک تل له ناآرامیو سره مخامخ کېږي 2479,," په سریلانکا کې هم یوې ځان وژونکې ددغه هېواد دوسله والو قواو په لوی درستیز جنرال سارات فونسکا باندې یو برید تر سره کړ. د پوځ د وینا له مخې د دغه برید له امله اته کسان وژل شوي او شپږ ویشت تنه نور ټپیان شوي دي
 د پولیسو په وینا بریدکوونکي بم ددغه جنرال د موټر مخې ته وچاوه. ویل کیږي، چې د نوموړي روغتیایي حالت تراوسه پورې  خراب ښکاري، ځکه نوموړی ډیر سخت ټپي شوی دئ. په سریلانکا کې په اوس وخت کې په پرله پسې توگه د زور زیاتیو څخه ډک بریدونه ترسره کیږی، چې له امله یې د روانې میاشتې له پیل راهیسی څه ناڅه نوي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ. داسې اټکل کیږي چې بریدکوونکې د آزادۍ د جنگیالیو په نامه د تامیل اېلام د یاغیانو په ډله پورې اړه لري. دوی د یوه خپلواک دولت لپاره جنگیږي ",په سریلانکا کي ځان وژونکي برید فوځي مشر ژوبل کړی 2480,," ", 2481,," ", 2482,," ", 2483,," ", 2484,," ", 2485,د عبدالولي شجاعت ژباړه," بشري وګړي اسلامي دين ته اړتيا لري، چې د دغه سپېڅلي دين په وسيله له ټولو اروايي ناروغيو څخه خوندي پاته شي. هر فرد ديني عقيدې په قوت د سالم فكر او د پاك روح څښتن وي او هم له قلبي او اروايي ناروغيو څخه د روغتيا لاري تعقيب كړي او د هغه لاري يوازي د حكيم خداى(ج) اوامر، مستحبات، فرايض، واجبات، حلال  او داسي نور ديني دستورات دي چي د بشر د اروايي، عقلي او عقيدوي ناروغيو لپاره د شفا مكملي نسخې وي چي له فساد، ظلم او ټولو ناوړو ناروغيو څخه يې ژغوري. هو، د طبيب د لارښوونو عملي كول ناروغ ته روغتيا ورپه برخه كوي.  ډېر ځله داسي كېږي چي ناروغ د خپلي طبيعي غوښتني له كبله ډول_ ډول شيانو ته ميلان ښكاره كوي، خو طبيب ورته  د هغو د خوړلو اجازه نه وركوي چي د هغه په تاوان تمامېږي او څنګه چي طبيب د ناروغانو د علاج دوه ډوله دستورات ترسره كوي مثلا وايي چي دغه دوا وخوره او دغه مه خوره او په اړخ كي ورته د ځينو خوراكونو امر كوي او له ځينو ورته پرهېز وركوي، همدارنګه اسلامي دين دوه ډوله حكمونه لري چي يو يې اوامر او بل يې نواهي دى كوم شى چي د هغو تعميل ضروري او اوامر بلل كېږي او له كومو شيانو څخه چي ځان ساتل ضروري وي نواهي بلل كېږي نو په دې موخه بشري وګړو ته مصلحت او نېكمرغي هلته په برخه كېږي چي څنګه چي ځانونه له جسمي ناروغيو څخه د روغتيا موندنې په موخه  د بدني او جسمي طبيبانو په لارښوونو او درملني اړ ګڼي، همدارنګه دې خپل اروايي او معنوي دردونه هم د خپل حقيقي حكيم پاك خداى(ج) په پيروي علاج كړي او هر يو دې د پاكي او سپېڅلي عقيدې په رڼا كي د خپل نوي ژوند تامين او اخروي پانګي لاسته راوړي. پايله دا چي انسان د دوو ځواكونو خاوند دى يو يې بدني قوه او بله اروايي قوه او څنګه چي بدن او د هغه بېل غړي ناروغ شي، همدارنګه اروا هم ناروغېږي او په دې توګه انسان له اخلاقي مفاسدو سره مخ كېږي او د دغو دواړو اړخونو د ناروغيو لپاره د شفا او صحت لاري موجودي دي.  مثلا د بدني ناروغيو لپاره د طب علم دى چي د هغه علم موضوع يوازي او يوازي انساني بدن دى،  چي د هغه د هر غړي او د هري ناروغۍ د درملني لپاره په كي ځانته درمل ښودل شوى دى، چې ډاكټران او پوهان وكړاى شي د طب پر بنسټ د جسمي ناروغيو په وړاند دوا وركړي او د ناروغ د روغتيا لپاره گټوري تمامي شي. همدارنګه د انسان د اروايي او اخلاقي افتونو د درمنلې لپاره د اخلاقو علم دى چې موضوع يې انساني اروا او عقلي مرضونه ټاكل شوي او اسلامي دين د اخلاقو داسي لوى او مهم جز بلل كېږي چي تول احكام يې اخلاق او انسان ته د اروايي، عقيدوي او عقلي ناروغيو د صحت لپاره ورته بشپړ درمل ښوول شوي او دغه پاك او سپېڅلى دين د اخلاقو ښه سرچينه ده چي د اروايي دردونو او نفسي ناروغيو علاج او درمل دى او د همدغه اسلامي سپېڅلي دين لوى رهبر حضرت محمد(ص)  دښو او لوړو اخلاقو څښتن، د اروايي پاكوالي او د نفسي ناروغيو د شفا لپاره رالېږل شوى او په دې موخه يې فرمايلي دي، ژباړه:  زه د دې لپاره مبعوث شوى يم، چې نيمګړي اخلاق بشپړ كړم،  همدارنګه له حضرت محمد(ص) څخه چا پوښتنه وكړه چي دين څه شى دى؟ هغه مبارك ورته وفرمايل: ښه اخلاق. په دې كي شك نه شته چي ټول ديني احكام تعبدوي وي او كه معاملاتي، واړه اخلاقي روحيه لري او د خلكو په كړنو او معاملاتو كي سمون راولي، نو پر دې اساس د ټولو رسولانو او په ځانګړي ډول د حضرت محمد(ص) په رالېږلو او د اسماني كتابونو په نزول كي يوازي او يوازي نيمائي علت د بشري اروا پاكي، د اخلاقي او اروايي ناروغيو اصلاح ده او تر هغه مهاله چي د انسان دغه عقيدوي ناروغۍ اصلاح نه شي د خداى(ج) د قربت او رحمت او د انساني تهذيب او ښه توب لامل نه شي ګرځېداى.بشپړه او سمه اروا هغه ده چي د خداى(ج) په توحيد كي ثابت وي او پر ټولو احكامو يې يقين ولري. هغه اروا ويده ده چي د خداى(ج) له اوامرو څخه غافله او بې خبره وي، خو هغه اروا ويښه ده چي ژوند يې په علم كي وي او د خداى(ج) د اوامرو تسليمۍ او اطاعت ته چمتو وي، هغه اروا مړه ده چي په ناپوهۍ كي وي او له اسلامي عقيدې او عمل څخه مخالفه وي او هغه اروا  تل ژوندۍ وي چي اسلامي عقيدې ته تابع او له هغې سره سم لار تعقيبوي. په هر حال انساني اروا د بدن په څېر ناروغېږي، نو وړاندې تر دې چي د حيوانيت مرتبې ته ورسېږي او د انسانيت له درجې څخه ولوېږي بايد د هغه سلامتيا او ساتلو ته يې اقدام وشي، د پوهي خاوندان بايد فكر وكړي چي د انسان هر غړى د يوه ځانګړي كار لپاره پيدا شوى او د هر غړي مرض هم دا دى چي خپله خاصه وظيفه په بشپړه توګه تر سره نه كړاى شي، لكه سترګي چي د ليدلو لپاره پيدا شوي دي او كوم وخت چي ليد يې كم شي بايد درملنه يې وشي، يا ژبه  د ويلو او خبرو لپاره پيدا شوې ده، نو كه دغه كار ورڅخه وانه خيستل شي ناروغه ده، همدارنګه لاس و پښې او د انسان نور غړي. زړه چي د انسان په بدن كي يو حساس غړى دى، د دې لپاره پيدا شوى چي علم او معرفت ته ځاى وركړي او د خداى(ج) د ميني او اسلامي ارشاداتو د معرفت لپاره مركز  وګرځي، چې د آسماني ډېوې په رڼا او د لوى خداى(ج) د ذكر او يادوني په خوند پوه شي چې په دې توګه تر مادي غوښتنو، نفسي خوندونو ته ترجېح وركړي او د قرآني ارشاداتو په فتوى چي فرمايي: ’پيريان او انسانان مې يوازې د خپل عبادت لپاره پيدا كړي‘پر دې اساس د انسان او د هغه د هر غړي د دندو  په تر سره كولو كي د نيوي او اخروي ډېري ګټي موجودي دي، د زړه په خلقت كي فايده او پوهه د لوى خداى(ج) او د حقايقو پېژندنه، د اروايي او اخلاقي فضايلو امتياز دى، البته زړه د غوښو يوه ټوټه او د انسان د سينې په چپ طرف كي مركزيت لري، له قراني او نبوي اخبارونو او تعبيرونو څخه دا څرګندېږي چي له  زړه څخه موخه انساني واقعيت او اروايي او عقلي قوه ده، چي له كبله يې انسان پر حيواناتو او نورو باندي ډېر لوړوالى لري. زړه هغه مركز دى چي د حكمت راټولول او د معرفت او كمال خپلوي، چې په دې موخه د انسان په غړو كي ډېر عالي مقام لري، ځكه چي زړه دغسي حساسه دنده لري او كه خپله دنده ترسره نه كړي، نو دغه زړه په رښتيا هم ناروغ دى. ټول خلك په دې ښه ترا پوهېږي چي تر نور مخلوق د انسان امتياز يوازي په خوراك او يا د جنسي غريزو، دغه راز د نورو ظاهري كارونو په واسطه نه دى، بلكي د بشر امتياز په دې كي دى چي د ټول عالم په كيفي او كمي حقايقو پوه شي او د ټولو اشياوو پيدا كوونكى يو سپېڅلى ذات (الله جل جلاله) وګڼي. كه چېري څوك ټول شيان وپېژني، خو الله(ج) چي د ټول عالم د خلقت سبب دى ونه پېژني نو ده هيڅ شى نه دى پېژندلى او په هيڅ راز نه دى پوهېدلى، له خداى سره مينه، د حق تابع كېدل او د خداى(ج) د پېژندلو نښه ده او د خداى(ج) د پېژندلو نښه دا ده چي نړۍ او د هغې خوندونو ته تر لوى خداى(ج)  او د هغه د اوامرو تر تعميل ترجيح ورنه كړي او بې له خداى(ج) څخه بل محبوب ځان ته غوره نه كړي. څنګه چي مقتدر ذات فرمايي، ژباړه: اى محمده! ووايه كه چېري پلرونه، اولاد، خپلوان، ستاسو كورنۍ او هغه مالونه چي ترلاسه كړي مو دي او يا ځايونه چي د هستوګني لپاره مو غوره كړي ستاسي په نزد له مهربان خداى(ج) او حضرت پيغمبر او د حق په لاره كي له قربانۍ څخه زيات محبوب وي، نو د مرګ په انتظار كي واوسئ، ځكه چي تاسي ته ژوند په درد نه خوري او نه د ژوند نوم له تاسو سره ښايي، د مرګ په انتظار ځكه واوسئ چي د لوى خداى(ج) له محاسبې سره مخامخ شئ او د خپلو شومو اعمالو په كيف ورسېږئ. لنډه دا چي هغه چا ته چي نړۍ او د هغې مظاهر تر مهربان خداى(ج) محبوب وي، نو هغه په رښتيا ناروغ دى او هر كله چي انسان د بدني ناروغۍ په وسيله د درد، ناآرامي او بېخوبۍ حس كوي او د علاج لپاره يې رنګارنګ اقدامات كوي، ښايي اروايي، عقلي او عقيدوي ناروغۍ او د هغو پايلي هم درك كړي او له علاج څخه يې غافل ونه اوسي. كه څه هم ډېر داسي منحرف كسان شته چي د ناپوهۍ له وجه خپلو اروايي ناروغيو ته پام نه كوي او كه ورڅخه پوښتنه وشي چي مرض دي څه شى دى؟ دوى وايي: سرطان، اسهال، تبه، د زړه درد، توبركلوز، او سردردي خو داسي نه وايي چي بخل، حسد، چغلي، بې عزتي، رشوت اخيستل،قماروهل، غيبت كول، د نورو پر حقه حقوقو په ډېري سپين سترګۍ او بې حيايۍ سترګي پټول او غصبول، پر پوهو، اهل كسانو او مشرانو ملنډي وهل او هغوى ته په بې عزتۍ او بې حرمتۍ سره كتل، سره له دې چي په انسان كي دا ډېر سخت عيبونه او ساري مرضونه دي، په دې چي نه يوازي د هغه شخص په تاوان تمامېږي بلكې د ټولني او د يوې منطقې د تباهۍ اسباب دي او څنګه چي د بدني او جسمي ناروغيو لپاره طبي مركزونو او معالجو كسانو ته اړتيا حس كېږي، همدا راز د اروايي ناروغيو د علاج لپاره ديني پوهانو او ديني احكامو او هداياتو ته اړتياوي شته. ",د اسلام سپېڅلى دين د اروايي ناروغيو شفا دى 2486,," د بلغاريا په پلازمينه صوفيه کې به نن د ناتو د غړو هېوادو د بهرنيو چارو د وزيرانو غير رسمى ناسته د دوو ورځو له پاره جوړه شي . د ناتو مشر ياپ دهوپ شفر تيره شپه په بروکس کې څرګنده کړه چې په دغه ناسته کې به د افغانستان ،کوسوو او منځنى ختيځ په روانو حالاتو خبرې وشي . د خبرى رسنيو په وينا په دغه ناسته کې به رسمې پريکړې ونه شي او د ناتو د رسمې ناستې په هکله به چې د نوامبر په مياشت کې د ليتوانيا په پلازمينه کې جوړيدونکې ده ، هم خبرې وکړي . ",په صوفيه کې د ناتو د بهرنيو چارو د وزيرانو ناسته 2487,نویده غزل," نویده غزلپه كندهار كې د ښځينه زده كوونكو شمېره مخ په زياتېدو ده چې له نېكه مرغه اوس زياتې كورنۍ دېته حاضرې دي، چې خپلې لوڼې او خويندې ښوونځيو ته ولېږي، څرنګه چې په دې ولايت كې زيات مهال د جګړو او كورنيو ناندريو اورونه بل وو له دې كبله زياتې نجونې له زده كړې څخه بې برخې پاته شوي چې اوس زياتې پېغلې نجونې په ډېرو ټيټو ټولګيو كې ناستې دي، چې خپل لوست پرمخ بيايي. خو اكثره ښځينه زده كوونكې ځينې ستونزې يادوي چې د دوى د زده كړې بهير ټكنى كوي او يوشمېر كورنۍ چې دا وړ ستونزې وينې دېته نه حاضرېږي، چې خپلې لوڼې ښوونځيو ته پرېږدي. لومړى خو دا چې دولت بايد د ښځينه زده كوونكو لپاره ځانګړى بس موټرونه ونيسي، چې پر وخت دوى راټولې او پر وخت يې كورونو ته ورسوي، اوس له دغو زده كوونكو سره ډېر كورنۍ په تكليف دي، اكثره نارينه ورسره تر ښوونځيو ځي او د رخصتۍ پر وخت يې تر كوره رسوي، چې يوازې يو څو نارينه دا كار كولاى شي، نور خو خلك خپل كارونه لري دومره وخت كله ورسره شته چې خپل كار و بار پرېږدي او د خپل كور ښځينه زده كوونكې دې له كوره ښوونځي او له ښوونځي څخه كور ته ورسوي. خو اوس زياتې نجونې اړ دي په پښو اوږده مزلونه وكړي، ځكه اكثره نجونې له ډېرو ليرې ځايونو څخه په پښو ښوونځي ته ځي چې په ټول كندهار كې د نجونو لپاره يوازې پنځه شپږ ښوونځي فعال دي، چې اكثريت يې په ښار كې دننه موقعيت لري او اوس خو دا دى كندهار ورځ په ورځ د پراخېدو په حال كې دى، چې خلك ليرې پرتې سيمې رغوي  او په كې مېشتېږي، زه خپله اكثره نجونې وينم چې نيم، ساعت ان يو ساعت د پښو مزل كوي او دا مزل دوى ته ډېر ستونزمن دى. يوه بله غټه ستونزه چې ما له ډېرو نجونو څخه اورېدلې ده دا ده چې ځينې مهال د نجونو ښوونځيو ته د بهرنيو موسسو كاركوونكي چې د ښوونځي مشران ټولې زده كوونكې ورته راباسي او دوى ته يې ورښيي، نو په داسې يوه دودپاله ټولنه كې بهرنيو نارينه وو ته د نجونو راايستل او د دوى په وړاندې يې درول ډېر بد غبرګون راپاروي چې هيله ده بهرنيان او د پوهنې رياست دغه حساس ټكي ته پام وكړي، ځكه اكثره نجونې غواړي چې په حجاب او حيا كې ښوونځيو ته لاړې شي او په حيا كې كور ته راشي، نو كه كورنۍ له دې ډول حركاتو خبرې شي، ګومان نه كوم چې خپلې لوڼې بيا بهر پرېږدي. بله لويه ستونزه دا ده چې په كندهار كې د ښځينه استادانو كمښت ډېر محسوس دى له دې كبله ځينې نارينه نجونو ته درس وركوي، چې هيله ده د نجونو لپاره ښځينه استادانې وګمارل شي، ځينې ښځينه استادانې چې ټاكل شوي، سويه يې ډېره ټيټه ده، ان چې د يوه شاګرد نوم هم نه شي ليكلاى، زده كوونكى ولاړوي چې پر تخته خپل نوم وليكي، بيا يې ښوونكې د هغه له مخه ليكي. هيله ده دولت په دې برخه كې يو غوڅ اقدام وكړي، ځكه دا ستونزي د پراخېدو په حال كې ده ",په كندهار كې ښځينه زده كوونكې ستونزې لري 2488,," دولت او دهغه مخالف جنګياليو منلې چې تيره شپه د لوګر ولايت د برکى برک په لسوالۍکې د دولتى پوليسو او مخالفو جنګياليو ترمينځ وسله اله جګړه شوې ده ، چې د ځانى او مالى زيان په اړوند يې لا تراوسه کره مالومات نشته . د طالبانو يو وياند داکتر حنيف خبرى رسنيو ته ويلى چې تيره شپه يې د وسله وال بريد په ترځ کې نوموړى ولسوالۍ نيولې او سو ځولې ده . ده همدا شان ادعا کړې چې پلويانويې ډيره وسله له ځان سره وړې ده . د لوګر ولايت د پوليسو مشر د طالبانو ادعا يوازې دروغ ګڼى او وايى چې يوازې له لري واټن پر ولسوالۍ ډزې شوې دي او پوليسو په دې اړوند په سيمه کې پلټنې پيل کړي دي. ",په برکى برک ولسوالۍ کې جګړه شوې 2489,," د عربستان امنيتى چارواکو ددغه هېواد دجدې په بندر کې له ٣٠ زرو څخه ډير د شرابو بوتل چې بيه يې ٢٩ ميليون عربى ريال اټکل شوې د قاچاقيانو څخه تر لاسه کړي دي او په دې تور يې د يو ډنمارګى وګړى په ګډون ٣ تنه قاچاقچيان نيولى دي .د عربستان الوطن ورځپاڼې نن ليکلى چې يو لبنانى او په اماراتو کې ميشت يو انګريز هڅه کوله د ګمرک يو چارواکى ته د ٢٠٠ زرو ريالو په بډې ورکولو د شرابو دغه ستره پنډه د جامو تر نامه لاندې عربستان ته دننه کړي او بيا يې نورو ښارونو ته وليږي . ",٣٠ زره دشرابو بوتل دجدې په بندر کې ترلاسه شوي 2490,," ", 2491,,"   د اسلامی حزب مشر ګلبدین حکمتیار د ثور د اوومې د کودتا په اړه په خپله خپره شوې اعلامیه کې  دغه ورڅ د امریکایانو په راتګ سره د تېرې کودتا تکرار بللی او د افغانستان نوې کابینه یې د شعله یانو او کمونستانو کابینه بللې ده. حکمتیار په خپله خپره شوې اعلامیه کې ویلي،چې ډاکټر عبدالله او دادفررنګین سپنتا دواړه د شعله یانو د ډلې غړي دي . حکمتیا ر په خپله اعلامیه کې  د عراق مذهبي مشر سستانی غندلی،چې له امریکایانو سره یې د مرستې او جوړجاړي لاره ورخپله کړېده. د اسلامی حزب مشر په خپله اعلامیه کې په کونړ کې د ښوونځي د ماشومانو شهادت د ایتلافي ځواکونو د عملیاتو پیلامه بولي او وایي وروستي تبلیغات یې  د مجاهدینو  د بدنامولو هڅه ده. حکمتیار د خپلې اعلامیې په  پای کې،وایي،چې  د صلیبیانو پر ضد به زموږ جهاد سږ کال له کونړ نه تر بادغیس او له بدخشانه تر نیمروز پورې  و غځیږي. ",کابینه ټوله شعله یانو نیولې ده: انجنیر حکمتیار 2492, ډاکټر ذبيح الله حسن," دروغجن کلی دزړه پانوس کې وړم لمبې د ګلبدن کلې ته دتورزلفوپه ماښام کې د ختن کلې ته دلته په ژبه د دردونو کله څوک پوهيږي د غم جولۍ درسره وړه چيرته غمجن کلې ته مونږ غريبان خو مينه اخلو تش د زړه په بيه ورځه دزروسوداګره کوم شتمن کلې ته ددی وطن خلک خو خاندي په سلګو پورې مې مرګيه وړه مې خدای لپاره زنکندن کلې ته په ليک دي وچې کړې پښتون ته د زړه ويني هسې قلمه وړه دشعر هنر چيرته د فن کلې ته چې ئې مکین تش په وعدوله غريبی ويستم زړه می راکا ږي بيا هما غه دروغجن کلې ته د يار له کلي او کوڅې خالي لاسونه مه ځه حسنه وړه له تهمتو ډکه لمن کلې ته پیښور 2006 /04/ 25 ",دروغجن کلی 2493,شېرعلم امله وال (ننګرهار)," ولسي جرګې ته دبېلابېلو لارو څخه د بېلابېلو نظريو خاوندانو لاره موندلي ده .طبعى ده چې په يو متجانس پارلمان کې به پريکړې کمزورې وې ،دومر هم نه لکه دا اوس چې کوم اندونه مطرح او يا فيصلې کېږي ، زموږ دهېواد اوسنى پارلمان په فکري او اداري لحاظ په ډېر ضعيفه موقف کې قرار لري ، سيمه پالو ،قام پالواو ژبپالو وکيلانو او د ملت پالو وکيلانو تر مينځ دقدرت بېلانس برابر نه دى، چې زيات وکيلان کوښښ کوي خپل قومي اوسيمه ييزې ګټي تر ملي او هېوادنيو ګټو مهمې او مقدمې وګڼي . د پارلمان  دکار له پېل څخه هرې ډلې اساسي قانون د ځان او ډلې په گټه تفسير کړى ، کله چې تاوان او زيان سره مخامخ شوې بيا يې شخړه جوړه کړى چې ښه مثال يې د دريو وزيرانو د تائيد او رد مسله ده، د ولسې جرګې اداري هئيت لپاره ټاکنې ، ټولې هغه فيصلې او کړنې چې تر اوسه پارلمان سر ته رسولى، د اساسي قانون 106 ماده يې د ساده اکثريت په بڼه تفسير کړى . اوس يوه ډله دخپلو مخالفينو بريالتوب نه شي زغملى نو د 50+1 خبره کوي ، چې داد ددې ډلې پورې تړلو ځينو وزيرانو د ناکامۍ جبران په خاطر د بدل او انتقام اخېستلو په پلمه ستونزو جوړول اودحکومت د کارونو پر وړاندې د خنډونو ايجادول دى چې دا حالت د پارلمان دحيثت او ولس په زيان دى . دهر انسان او په تېره بيا د ولسي جرګې د وکيل اند او نظر  ته احترام او درناوي په کار دى خو زموږ ځينې وکيلان بيا داسې نظرونه وړاندې کوي، چې د سړي سر پرې راګرځي او د يو افسوفسناک حالت سره  مخامخ کېږي بعضې وکيلان د رسنيو سره په مرکو کې وايې چې موږ په اساسي قانون کې تعديل اوتغير راوړو دا ډير د افسوس ځاى دى  چې زموږ وکيل تراوسه پدې نه پوهېږي چې په اساسي قانون کې تغير راوړل د پارلمان او که د لويې جرګې دنده او صلاحيت دى او داسې ډېرې نورې موضوګانې چې ددوې (ولسى جرګى وکيلانو ) د صلاحيت څخه بهر دي خو دوي يې مطرح کوي ، دوزيرانو څخه د اخښتونو ، پوښتنو په وخت کې دوي دخپل دصلاحيت او حد څخه بهر پوښتنې او نظرونه وړاندې کول ،کله چې د وزيرانو د  تائيد او رد لپاره د مستقيمو (علني )او سريع ( پټو ) رائيو موضوع مطرح شوه ، اساسى قانون په مکمل ډول پدې برخه کې نقض شو ځکه د اساسي قانون 92 ماده په واضحو ټکو حکم کوي ، چې د نه باور رائيه صريح مستقيم او علني وي، خو د پارلمان د وکيلانو په غوښتنه او د  داخلي طرز العمل له مخې پټ انفرادي رائيه منل کيږې ،ولې دې جنابانو په هغه وخت کې د اساسي قانون د نقض خبره نه کوله همدارنګه په اساسي قانون کې د 50+1 ذکر نه دي راغلى دوي اوس د کوم منطق له مخې د 50+1 خبره کوي، دا خو د جمهوري رياست په ټاکنو کې دانتخاباتو د قانون ميعار و .داساسي قانون 106 ماده د ولسي جرګې دمجلس دهر نصاب لپاره د حاضرو غړو اکثريت منې اوبس . ممتنى رائيه غيرحاضرو رائيو حيثت لري نه په موافق او نه  هم په مخالف کې شمېرل کېږي هغه خنثى رايې دي يا په بل عبارت ممتنې غايب او غيرحاضر راېي دي څنګه اوس په مخالف رائيو کې حساب شي که دوي مخالفين ولي و ،ولى يې مخالف رايې استعمال نه کړى پدې ډول دا درې واړه وزيران د اساسي قانون د محتوا او د پارلمان د داخلي کړنو د طرز العمل له مخې بريالي او کامياب دي. همدا ډول که د استعمال شوو موافقو او مخالفو رائيو ته کتنه وشې دا وزيران ددوي په اصطلاح 50+1 پوره کوي او رايې يې تر دې حده زياتېږي، زما له نظره په پارلمان او هېواد کې دا يو ماجرا جو ډله ده چې دولت او ولس ته ستونزې راولاړه وي او خپل نامشروع بقا او سياسي اغراضو پلې کولو ته لاره هواره وي اوس د وکيلانو سره ددې موضوع د حل توان اوصلاحيت نه و، نو ځکه يې موضوع ولسمشر کرزي ته محول کړه. دا په پارلمان کې د ځينو وکيلانواو ډلو په کمزورۍ او بې واکۍ دلالت کوي، ځکه دوي د پريکړي او فيصلې صلاحيت نلري، هيله ده چې راتلونکى لپاره د پارلمان  ښاغلي وکيلان د سيمه ييزو قومي او ډله ييزو ګټو پر ځاى ملي ګټو ته ترجح ورکړي او ټولې فيصلې د ولس او هېواد په گټه وکړي نه د غچ اخېستې په روحيه . ",په ولسي جرګه کې اندونه ،پرېکړې او صلاحيتونه 2494,," د كابل په ښار كښئ د سترو احتمالي تروريستي بريدو خبر داري وركړ شو   د استراليا  د بهرنيو چارو وزارت د بهرنيو اړيكو څانګي د پنجشنبي په  ورځ ويلي د هغو استخباراتي معلوماتو له مخي چي دوي تر لاسه كړي كيداي شي دا بريدونه دجمعه په ورځ چي عمومي رخصتي او په افغانستان  كښي د مجاهدينو د بري ورځ ده تر سره شي استراليايي چارواكو اسوسيتت پرس آژانس ته ويلي كيداي شي دا بريدونه د كابل سرينا هوټل ٌ د كانتيننتال هوټل هوايي ډګر  كابل كلپ باغ بالا د امريكي سفارت او داسي نوري سيمي چي پكـښي بهرنيان ميشته دي په موخه كړي. په همدي حال كښي د كابل په ښار كښي بهرني او كورني امنيتي  ځواكونه د شديد تيارسي په حال  كي دي او په ګنو سيمو كښي د تلاشي پوستي لګول شوي دي  . له دي خبر داري نه څو ساعته مخكي په كابل كښئ د امريكا سفارت خپلو وګړو ته خبر داري وركړي چه د جمعه او شنبه په ورځو له تګ را تګ نه ځان وساتي . ",په كابل كښئ دسترو احتمالي بريدوخبر داري وركړشو 2495,,"   د هلمند د والي وياند محي الدين خان وويل دا بريد د چهارشنبه په شپه د سنګين په  ولسوالي كي شوي او يو بريد كونكي پكـښي مړ او بل تن ژوبل شوي دي ويل كيږي په دي بريد كښي دولتي سرتيرو ته مرګ ژوبله نده اوښتي . ",په هلمند كئ مخالفو وسلوالو په دولتي پوستي بريدكړي 2496,,"   دا ټكي  د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي د ۵ شنبه په ورځ څرګند كړ نوموړي وويل چه دا قمندان يي د ماڼو ګي په  ولسوالي كښئ نيولي دا كس ويل كيږي د افغانستان د دولت په وړاندي په  وسلوالو خوځښتونو كښي پوره  ونډه درلوده د نيول شوي قومندان نوم مولوي نجيب الله ښودل شوي او د نوموړي نيونه په داسي حال كښي تر سره كيږي چي په كنر كښئ له ۱۷ ورځو راپدي خواه  د غرني زمري تر نامله لاندي عمليات روان دي چي د  دي عملياتو مشري د افغان پوځ په غاړه ده . ْ ",په كنړ كي د اسلامي حزب يو قومندان نيول شوي دی 2497,ځلمى مومند," ځلمى مومند  دپاكستان دانګليسي ژبي ورځپاڼي ( دي نيوز ) د مارچ د اتلسمي نيټي ګڼي په لومړي مخ كي يو په زړه پوري انځور د لوستونكو پام ځانله را اړوي، په دي انځور كي څو نجوني او هلكان چي پوځي يونيفارم په تن لري ولاړ دي. دا د پاكستان د هوايي ځواك د رسالپورد پوځي اكادمي د لومړني ښځينه زده كونكو عكس دي چي د داكامي نه د فراغت په وياړ په جوړ شوي محفل كي اخستل شوي. د عكس لاندي ليكل شوي د پوځ اتلاني، دا دوه نجوني لومړني نجوني دي چي د پاكستان په هوايي ځواك كي يي شموليت ترلاسه كړي. دا ډيره ښه خبره ده چي د نړي په ګوټ ګوټ كي ښځي خپل حقوق ترلاسه كوي او د ژوند به ټولو اړخونو كي د نارينه وو سره اوږه په اوږه په زده كړو، كار او نورو فعاليتونو كي ونډه اخلي. خو ددي انځور په ليدو د انسان ذهن د واره د هغه سوځيدلو او ويجاو شوو ښوونځو خوا ته ځي چي د ورانكاراو ترهګرو لخوا په افغانستان كي سوځول شوي او ياهم ويجاړ شوي. دا ترهګري چي دلته په افغانستان كي ښوونځي سوځوي او د ماشومانو اونجونود د زده كړي په وړاندي خنډونه جوړوي دپاكستان په پوځي كمپونو كي روزل كيږي او ملاتړ يي كيږي همدا اوس هم د پاكستان يو شمير مذهبي ډلي په ډاګه ددي ترهګرو ملا تړ كوي، لږه موده دمخه د پښتونخواه د ايالت ستر وزير اكرم خان دراني او د آيي ايس آيي پخواني مشر متقاعد جنرال حميد ګل داسي څرګندوني كړي چي د طالبانو او ترهګرو نه ددوي پر ملاتړ دلالت كوي. د ډيري حيرانتيا خبره ده، دوي خو په خپل هيواد كي غواړي د ژوند په ټولو چارو كي ښځي او نارينه سره يوځاي د خپل هيواد په جوړونه او پرمختګ كي برخه واخلي خو بيا همدا ښاغلي په افغانستان كي د يوي داسي ډلي ملا تړ كوي چي په افغانستان كي د نورو ترهګريزه عملياتو په خوا كي ښوونځي او مدرسي سوځوي او زده كونكي او استاذان وژني. د يادوني وړ ده څو ورځي دمخه چي د غزني په ولايت كي كوم ښونځي سوځول شوي وو په هغه كي د درسي كتابونو په خوا كي څو جلده قران عظيم الشان هم سوځيدلي، ښكاره ده چي دا رنګ عمل هيڅ يو مسلمان ته د منلووړ ندي او هغه څوك چي دا كارونه كوي، زموږ مكتبونه سوځوي او د مكتب شاګردان ا و استادان را وژني هغو ي او دهغوي ملاتړي په هيڅ توګه مسلمانان ندي بلكي د اسلام دښمنان دي. د اسلام په مبارك دين كي ويل شوي چي علم په نر او ښځه فرض دي ولو كه په چين كي وي، نو څرنګه ممكنه ده چي څوك داسلام په نوم د علم اوزده كړي مخه ونيسي. ترهګر او ورانكاري چي په دروغجنه توګه د شريعت دعوي لري خو په حقيقت كي يي ټولي كړني د اسلام د لارښوونو سره مخالفي دي حتي د يوي شيبي لپاره هم دا فكر نه كوي چي ولي د پاكستاني نجونو ته ښوونځيو ته تلل او پاكستاني ميرمنو ته د نارينه وو سره يو ځاي كاركول خو روا دي او بيا دا كار په افغانستان كي د افغاني نجونو او ميرمنو لپاره ناروا دي. آيا د افغانانو لپاره د اسلام احكامات جلا دي او د پاكستان لپاره جلا؟ ښكاره خبره ده دا دوه ګوني روش اسلامي بنسټ نلري بلكي سياسي بنسټ لري، د پاكستان ځينو مذهبي سياسي ډلوله پخوانه دار رنګ دريځ درلود، دوي هغه څه چي افغانستان لپاره روا ګڼل هغه يي په پاكستان كي ناروا ګڼل او يا برعكس يي. د نن نه څو كاله دمخه زه د پنجاب د ګجرانواله په ښار كي اوسيدم زموږ د كور خوا كي زموږ د جومات ملا امام هم اوسيده، امام صاحب به تل د جمعي په لمونځونو كي د طالبانو د توصيف په خوا كي خلك دي ته هڅول چي د هغوي ملا تړ وكړي، يو ورځ ما د امام صاحب نه پوښتنه وكړه چي تاسي د يو سوچه اسلامي حكومت د جوړولو په پلمه خلك هڅوي چي د طالبانو نه ملاتړ وكړي او په اصطلاد شمالي اتحاد پرضد په جګړه كي ګډون وكړي، نو يو سوچه اسلامي حكومت خو په پاكستان كي هم نشته، د محاكمو فيصلي د شريعت پر بنسټ نه بلكي د مدني قوانيون په اساس كيږي، اخلاقي او مالي فساد هره خوا ليدل كيږي نو تاسو لومړي په پاكستان كي د يو سوچه اسلامي حكومت د جوړولو لپاره جهاد ولي نه اعلانوي چي د افغانستان په كورني جګړي كي خلك د ګډون لپاره هڅوي ؟ د مولوي صاحب ځواب ډير حيرانوونكي وو، هغه خو لومړي ماته په ځير ځير وكتل او بيا يي راته وويل هو! سوچه اسلامي حكومت خو پاكستان كي هم نشته خو كه دلته جهاد اعلان كړو نو كورني جګړه به پيل شي. په رښتيا هم حيرانوونكي ده، مولوي صاحب ته خو په افغانستان كي كورني جګړه د اهميت وړ نه وه، دلته كه انسانان وژل كيږي او ابادي ويجاړيږي خو څه خبره نده، خو بيا په پاكستان كي حتي د يوغير اسلامي نظام په بيه هم بايد دا كار ونشي او كورني جګړه پيل نشي. مولوي صاحب په افغانستان كي دكورني جګړي لپاره خلك هڅول خو پاكستان لپاره يي دا كار ناسم باله. وايي مشت نمونه خروار، د پاكستان د آيي ايس آيي په لاس جوړ شوي مذهبي ډلي او شخصيتونو تل د خپلو ګټو په خاطر له دوه ګوني معيار نه كار اخستي كوم شي چي د دوي په ګته وي هغه روا اوكوم شي چي ددوي په ګټه نه وي هغه ناروا وي. په پاكستان كي ښوونځيوته د نجونو تګ د اسلام سره مغايرت نلري خو په افغانستان كي ددوي بړيڅي دا كار ناروا ګڼي، هلته دهمدي مذهبي ډلو دمشرانو نارينه او ښځينه اولادونه په ښوونځيو او پوهنتونو كي زده كړي كوي خو همدا ډلي بيا افغانستان ته ترهګر او ورانكاري لدي لپاره ليږي چي په ډيره وحشيانه توګه د زده كوونكو په مخ كي استادان ووژني اوښوونځي ورته وسوځوي. نو په ډاګه ده چي د دي ډلو او ترهګرو ټول كړه وړه د اسلام دمبارك دين د احكاماتو پوري هيڅ اړه نلري بلكي دوي يواځي داسلام نه ديوي سياسي وسيلي او سلي په توګه كار اخلي. خو زما غوښتنه له هغه شمير افغانانو نه چي زموږ د سوكالي او هوسايني د دښمنانو د تبليغاتو تراغيزو لاندي راغلي دا ده چي دوي ولي دا فكر نه كوي چي د پاكستان هغه ډلي، كسان او موسسي چي دوي د ترهګري او ورانكاري لپاره روزي او افغانستان ته يي راليږي، پخپله د پاكستان لپاره ولي هغه څه نه غواړي چي افغانستان لپاره يي غواړي، آيا اسلامي احكامات په افغانستان اوپاكستان كي سره توپير لري. ",آيا اسلامي احكام پاكستان اوافغانستان كي توپيرلري؟ 2498,غلام جيلاني ځواك," غلام جيلاني ځواك  د پاكستان اردو ژبى ورځپاڼي نواي وقت د اپريل د ۲۳ مى نيټى په ګڼه كې د وزيرستان په سيمه كې د پاكستان د حكومت او طالبانو ترمنځ د يو نه اعلان شوي اوربند او پر يو بل د نه بريد تړون نه خبر راكوي، ورځپاڼه ليكې چې د څو مياشتو راپديخوا ددي سيمي خلك د خپل منځي شخړو د حل لپاره د حكومت پرځاى طالب مشرانو ته ورځي، دا مشران سيمي ته د خلكو تګ راتګ په كلكه څاري او په يوه توګه يى په سيمه كې خپله واكمني ټينګه كړى. د وزيرستان په جنډوله او ځينى نورو سيمو كې طالب مشران دوسلو سره په موټرو كې په ډاګه ګرځي راګرځي، په داسي حال كې چې حكومتي امنيتي ځواكونه هلته هيڅ نه ليدل كېږي. د دي طالبانو مشري اوس حاجي عمر كوي، حاجي عمر هغه څوك دى چې په وزيرستان كې د نيك محمد له وژل كېدو وروسته په وزيرستان كې د طالبانو مشري په لاس كې لري، نيك محمد د پاكستاني پوځ سره له يولړ نښتو وروسته د پاكستان سره يوه تړون لاسليك كړ. په دي تړون كې راغلي چې د دي سيمي خلك به نه خو د پاكستان په پوځونو بريد كوي او نه به په پاكستان او يا افغانستان كې ترهګريزه فعاليتونه ترسره كوي په بدل كې به د پاكستان پوځونه هم په دي سيمه بريد نه كوي، خو بيا وروسته نيك محمد د يو ميزايل په يو بريد كې ووژل شو، البته دا تړون تر اوسه ددي سيمي دخلكو چې مشري يي اوس د حاجي عمر په لاس كې ده، اود پاكستان د حكومت ترمنځ په خپل ځاي اغيزمن پاتي دي.  حاجي عمر په خپله يوه وروستي مركه كې ويلي دي حكومت په زړه كې په دى خوشحاله دي چې طالبانو په جنوبي وزيرستان كې امنيت ټينګ كړى دى او هيله ده په راتلونكو ورځو كې په شمالي وزيرستان كې هم امنيت ټينګ كړي. همدا رنګه په يوه بله مركه كې چې له بي بي سي راديو سره يى كړې حاجي عمر ويلى دي چې ترڅو امريكايى ځواكونه په افغانستان كې وي سوله او امنيت نشي راتلاى، هغه په خلكو غږ كړې چې د امريكا يي ځواكونو په وړاندى خپل جهاد ته ادامه وركړي. پورتني خبرونه يوه بله بيلګه ده چې پاكستان اوس هم په بي شرمانه توګه په افغانستان كې خپلو لاسوهنو ته ادامه وركوي، پاكستان اجازه وركړى چې طالبان د وزيرستان په جندوله كې نه يواځي خوندي ځاي جوړ كړي بلكې دلته خپله واكمني هم ټينګه كړي، پاكستان چې دعوا كوي تر ۸۰۰۰۰ زيات پوځيان يى په قبايلي سيموكې د ترهګري پرضد جګړى لپاره ځاي په ځاي كړي نو بيا وزيرستان او جندوله كې څرنګه اجازه وركوي چې طالبان خپله واكمني ټينګه كړي او بيا نوبت دې ته ورسيږي چې يو ترهګر په ډاګه دافغانستان پرضد د جګړي اعلان وكړي. پاكستان تراوسه په دي هلكه چوپه خوله دي او هيڅ ډول غبرګون يى ندي ښودلى. په زړه پوري خبره داده چې حاجي عمر اوس چې د افغانستان او پاكستان اړيكې د ترهګرى سره په جګړه كې د پاكستان د نه همكارى له امله ترپخوا هروخته ترينګلي شوي، خوله څپړي . ددي په وړاندي د پاكستان چوپه خوله پاتي كېدل په خپله په دي مانا ده چې د پاكستان حكومت او حاجي عمر سره په يوه سلا دي او هغه څه چې عمر وايى د پاكستان په خوښه بلكې د پاكستان په قومانده يي وايى، د حاجي عمر وينا په ښكاره د افغانستان پرضد د جګړي اعلان دي، كه د حاجي عمر مخه نه نيول كېږي دابه نيغ په نيغه دپاكستان له خوا د افغانستان پرضد د جګړى اعلان وي. دافغانستان حكومت او همدا رنګه نړيوال ائتلاف بايد دى خبرى ته جدي پاملرنه وكړي چې پاكستان كې يو ترهګر په ډاګه خلك د افغانستان پرضد جګړى ته رابولي او پاكستان يي په وړاندي نه يواځى چوپه خوله دى بلكې پر يو بل د نه بريد يو نه اعلان شوي تړون هم ورسره لري. له دي نه مالوميږي چې د افغانستان د وراني او ويجاړنوي لپاره ټولي هڅوني نيغ په نيغه دپاكستان د حكومت په خوښه سرته رسيږي  تردي دمخه اكرم دراني چي يو پيژندل شوۍ بنسټ پال او د پښتونخواه د ايالتي حكومت ستر وزير دي ويلي وو چې موږ اوس امريكا ته هم په هماغه سترګه ګورو په كومه چې مو روس ته كتل. نو اوس په پوره ډاډ ويلي شو كومه جګړه چې پاكستان له ۱۹۸۰ نه راپديخوا د افغانستان پرضد پيل كړى ، هغه اوس هم دوام لري . په دي توپير چې هغه وخت د مجاهدينو داعيه يوه برحقه داعيه وه اود ټولي نړي ملاتړ ورسره وو خو د جهاد په بهير كې د پاكستان لاسوهنو زموږ سپيڅلي جهاد په فساد او كورني جګړو تبديل كړ چې په پايله كې پاكستان وكولاي شول د طالبانو پروژه پلى كړي. خو اوس په داسى حال كې چې د طالبانو او ترهګرانو سره په جګړه كې د ټولې نړى ملاتړ د افغانستان د حكومت اوملت سره دي پاكستان په ښكار د ترهګري پرضد د جګړي ډبره په سينه وهي خو په پټه د ترهګرو اوطالبانو ملا تړ كوي. د ترهګري پرضد جګړه كې پاكستان هرڅه چې وايي دروغ وايي، رښتيا هغه څه دي د حاجي عمر مركې كې په ډاګه كېږي، پاكستان د ترهګرى سره په جګړه كې هيڅكله رښتني نه وو او نه اوس رښتنى دى. پاكستان چې وايى د ترهګرى د مخنيوى لپاره ۸۰۰۰۰ پو ځيان يى په قبايلي سيمو كې ځاي په ځاي كړي هغه يي يواځي اويواځي د پښتنو د غلامولو په موخه هلته ليږلي نه دترهګري پرضد جګړي لپاره، آيا دا دليل به څوك ومني چې په قبايلي سيموكې ۸۰۰۰۰ پوځ پروت دي خو بيا هم پاكستان نشي كولاي د وزيرستان په يوه وړه سيمه كې د طالبانو د واكمني د جوړيدو مخه ونيسي. پاكستان په ډيره اساني وكولاي شول د صوفي محمد غورځنګ ايل كړي خو په نيك محمد او حاجي عمر يي زور نه رسيږي،دا د منلو خبره نده. رښتني خبره داده چې پاكستان غواړي د حاجي عمر نه يو بل ملا عمر جوړ كړي. خو پاكستان دي دا هم واوري چې ملا عمر كه دافغانستان د ويجاړيدو لامل شو نو حاجي عمر به اسلام آباد ورانوي ځكه ،څرنګه چي ټولي نړي ته څرګنده شوه چي ملا عمر د پاكستان زيږدنه ده، دا هم څرګنده ده چي حاجي عمر هم د پاكستان زيږنده ده. او دا ناروا او نامشروع زيږدنى به يو ورځ دپاكستان ژوند ته د پاى ټكى كږدي  ",حاجي عمر د پاكستان نوى ملا عمر 2499,حبيب الله غمخور," حبيب الله غمخور : سويډن څه دپاسه 28 کاله کيږي چي زموږ په غمځپلې هيواد کښې د قدرت پر سر جنگ جگړه روانه ده ،پدغه نږدې دريو لسيزو کښې نه يوازی دافغانستان مادي شتمنۍ بلکي معنوي شتمنی هم له خاورو سره خاوري شوې او هر څه له منځه ولاړه . که پدغه لعنتي جگړه کښې دکنړ ، پکتيا ،پکتيکا ،خوست ،نورستان او بادغيس ځنگلونه وريبل شوه، په کندهار،هلمنداو ننگر هار کښي دمليونونو ډالرو په ارزښت کرهڼيزي پروژې ، کانالونه او ويالې خرابي او داوبولگولوټول سيسټم ويجاړسو،اوکله چې بيا داپه اصطلاح مجاهدين د1992م کال داپريل په(( 28 )) دکابل واک دارشول څه ناڅه فاريکی او کارخاني چی مودرلودې دهغوي لخوا انفجار ورکړه شو او پرزي يی دپاکستان په بازارونو کی وپلورل شوې، ملي موزيم او ملی ارشيف چور شو،ددولتي ودانيو ميزاو چوکۍ اونور ددفتر لپاره اړين توکې ،،تاريخی او فرهنگې اثاردهمدغولوټمارولخوا غلا او داروپا او امريکا په بزارونو کی ليلام شوه، او يا له دمذهب څخه دناوړه استفاده کوونکولخوادمنځه ولاړل . دا ټول دهر بادرده اواحساس خاوند افغان لپاره زوروونکي وه،مگر داچې ددغه کورني ناورين په پايله کې په هيواد کښي د ((7137))ښو ونځيوله جملي نه تر (( 6800)) زياتي ښوونځۍ په کنډوالو بدلي شوې درد اوغم ئی ډير زيات او زموږ دهيواد لپاره دالويه ملې علمي او فرهنگي غميزه وه او ده . له لويه سره کله چې زموږ په هيوادکې چا دمعارف او تحصيل خبره کړې سمدستي بيادبهرنيانوپه لمسون دمعارف دښمنولخوا په يوه او بل نامه هغه دکافر په نوم رټل شوۍ او دښوونځيو دجوړيدو مخه نيول سوې ده . همدا علت و چې زموږ دهيواد داوسيدونکو 85 په سلو کي نارينه او 95 پسلو کي ښځينه نالوستي پاته شويدي . که دبشري ټولنودتکامل دسيرو تاريخ ته نظر واچوو دا به راته څرگنده شي له هغې ورځې چې په نړۍکښي استعماري ځواک منځته راغلۍ او هغوي دافغانستان دجغرافيايي موقيعت ارزښت ته پاملرنه کړې او دافغان ولس په ځانگړي توگه له پښتنو څخه ېې ډار احساس کړۍ، له هغې ورځې څخه يې دمذهب تر نامه لاندي په ټول افغانستان او په خاصه توگه دپښتنو داوسېدو په سيمو کښي دخپلو اجنټانو په وسيله دملا په جامه کښې دښوونځيو دجوړولوپر خلاف پراخ تبليغ کړی . يو له عمده لاملونو څخه همدا دی چې متاسفانه تر اوسه پښتانه دعلم او معرفت نه ليرې پاته شوي دې اوپه همدې دليل يې د ژبې پياوړتيااو رواج دنوروژبوتر تأثير لاندي راغلی . ددغه ترخه حقيقت په منلو سره چې د افغانستان يو نسل په کورنۍ جگړه کښې د جهادپه نامه دبهرنيانو دخپل منځی سياليو قرباني شو. هغه جهاد چې پايله يې په داخل کښي ديوڅو محدودو کسانو خوښۍ او ښيرازی شوې ، رښتياهم هغوي دهر څه خاوندان شوه مگر دغوڅ اکثريت زلميان لا تر اوسه له تعليم ،تحصيل اوهوساژوند نه محروم پاته شويدي . کله چې د1992 م کال داپريل په 28نيټه دپاکستان لخوا دآي ايس آي او صي آي ايې ( CIA ) پلاس جوړ سويو تنظيمونوته قدرت پلاسه ورکړه شو ،دمجددي تر دوه مياشتنۍ واکدارۍ وروسته ،د رباني ،احمدشاه مسعوداونوروتنظيمونوتر منځ ددولتي قدرت دترلاسه کولوپر سر په جګړوکې دافغانستان پلازمېنه دکابل ښار دجگړې داورپه لمبو کې داسي وسوځېد چي ښوونځې او ښونځېوته دماشومانو دتگ مسله دهر چا هيره شوه . دپاکستان پدغه هم زړه سوړ نشو يوه بله ناپېژندل شوې ډله چي تر ربانې اونوروتنظيمو يې زيات دپاکستاني چارواکو امرونهي ته غوږ نيوه ، دطالبانوپه نامه په هيواد کې دواک پرگدۍ کښېنول . طالبانودپاکستان په هدايت پر ټولو فرهنگي او علمي فعاليتونو بنديز ولگاوه له هغه جملې يې د انجونو په زده کړه، هنر ي فعاليتو، سپورتي لوبو،مطبوعاتو،دعقيدي او بيان پر ازادۍ هم کلک بنديز اعلان کړ ،په ښوونځيو کې دهلکانو لپاره هغه څه تدريس کېدل کوم چي دپاکستاني چارواکو اونړيوالو بنسټپالو ډلو غوښتنه وه . په رښتيا سره طالب چارواکو دجهالت توره کمبله چې غوړول يې د1992داپريل په 28ورځ پيل شوې وه پر ټول هيواد وغوړول . دطالبانو دقدرت دماڼۍ تر ړنگېدو وروسته حامد کرزی لومړۍ دمؤقتي بيا عبوري او راوروسته دټاکنو په پايله کې دجمهور رئېس په توگه وټاکل شوهر وخت يې په افغانستان کې د ديموکراسۍ دپلې کولوډيري وعدي خلکو ته ورکولې . پدغه دوران کې پسله ډير وخته يو ځل بيا دښوونځيو او لوړو تحصيلاتو ددروازي دپرانيستل شوې ،پرټولوهغوناخوالو سربيره چې همدا اوس افغان ولس ورسره لاس په گريوان دۍ هغه د وحشت نه ډکې توري دوري په تيرېدوسره چې د1992م کال داپريل په 28 مه پيل شوې وه ،يې دپاکستاني او ايراني مدرسو پر ځاي دښوونځيو،عالي او مسلکي تحصيلاتودروازي پرانيستل شوې . بيا افغان ماشومانو دا امکان تر لاسه کړ چي هلک او انجلۍ دواړه ښوونځيو ته ولاړشي ،لوړاو مسلکي تحصيلات وکړې . دا يو څرگند حقيقت دۍ دبيسوادۍ دله منځه وړلو پرته د هيواد بيا رغاونه ، دډيموکراسۍ پلي کول او مدني ټولني جوړيدل ناشوني کار دی ، تر څو زموږ هيواد وال دعلم او پوهي په برکت دديموکراسۍ او متمدن ژوند په مفهوم او ارزښت پوه شوې نه وي ،طبعي خبره ده چې دهغو دلاسته راوړلو لپاره تلاښ نه کوي . همدا علت دی په هغو هيوادو کښې چې ولس يې دسواد له نعمت څخه محروم وي دډيموکراسۍ ، اجتماعي عدالت او متمدني ټولنې دجوړيدو لپاره تلاښونه دهغوډلو له سر سختانه مقاومت سره مخامخ کيږي کوم چي خپلي سياسي او اقتصادي گټي دولسونو په نالوستوب کي لټوي، هغوي دمذهبې عقيدواو دودونو څخه په ناوړې استفادې سره دخپل حاکميت دبقا او پايښت لپاره هڅه کوې ، تعليم او تحصيل دخلکو په منځ کښي ديوه عبث اوحتا د مذهب خلاف کړنې په نامه تبليغ کړې ، تر څو دنالوستو خلکو په ذهنونو کښې دصنعتي ،علمي او فرهنگي پر مختگ په هکله دنفرت احساس پيدااو غښتلی کړي . له بده مرغه زموږ په هيواد کښي هم يوې معيني حلقي دتاريخ په اوږدوکې ندې غوښتې چې ماشومان ښوونځيو ته ولاړ شي ،تعليم او تحصيل ته دوام ورکړې ،ځکهدوي دهيوادوالو په باسيواده کېدو کښي خپل زوال وينې . ددغې حلقي ياډلې علاقه او غوښتنه زموږ ظالمو همسايگانوله هغه جملې پاکستان او ايران لخواډيره ښه درک شوې او تل يې زموږ دنورو دښمنانو په څيرپه افغانستان کښي دمعارف درواجولو مخه نيولې ده . ايران په زيات مهارت خپله دغه کرغيړنه موخه پلې کوي،مگر پاکستان بيا په افغانستان کې دپراخ لاس او زياتو امکاناتو په لرولو سره چې دانگريزي استعماردوختونه په ميراث ورته پاته دي ، دډير پخوا نه دخپلو نوکرانو او لاس پوڅو په وسيله دمعارف پر ضد تبليغات کړې .اوکله چې بيا په افغانستان کې دکورنۍ جگړې ددوام لپاره لوي چانس پلاس ورغلۍ نه يوازي داچې زموږ ټوله شتمني يې دنالوستو افغانانو په وسيله له منځه يووړه بلکه ددې په عوض چې پر پوځې سيمو عمليات وکړې تل يې دغو گولېدلو ته ويل : ښوونځې او روغتونونه له منځه يوسۍ ، همدا علت و چي په افغانستان کې دپاکستان ،ايران ،يوشمير عربي هيوادو اودجگړې دتمويلونکوپه امر او هدايت د ((7137)) ښو ونځيوله جملي نه تر (( 6800)) نه زياتي ښوونځۍ په کنډوالو بدلي شوې . او په سلهاو ښوونکواو شاگردانو خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړ . تر اوسه دغه سوال ته چې دښوونځيو او ښوونکو څه گناه وه دغو دتنظيمو رهبرانو او ددوي پاکستاني بادارانو جواب نه دۍ ويلی . سره لدې چې پدغو پنځو کلونو کې زموږ هيواد ته بهرنې ډالرونه يو په بل پسي دسيل غوندي رارواندي ، له بده مرغه اوسنې چارواکې او په سرکښي ښاغلۍ کرزی هم په هيواد کښي دمتوازن معارف غوړيدو او دښوونکو دژوند وستونځو ته چندان پاملرنه نه کوې،هر څه تبلغاتي بڼه لرې ،دتأسف ځاي دۍ چي تر اوسه په زيات شمير ولاياتوکښي د شاگردانو لپاره دښوونځۍ عادي تعمير نشته ، افغان تنکی ماشومان په يخنۍ اوددوبي په گرمۍ کښي دبهرنيانوپه خيراتي خيموکې پر مځکه درس وايي ،کتابونه ،تخته ،تباشير ،قلم او کتابچه درک نلري،دميز او چوکۍ کي خوڅوک غوښتنه نلري ،په زياتو ځايو کښي يې لا پيژني هم نه ، دښوونکودمعاش دلږوالي له درکه په سلو کې اتيا دمسلکي معلمانو کمښت ، دلابراتوارو او نورو درسي وسايلو دنشتوالي پرمسله چي په اوسني عصرکي دتدريس او زدکړي لپاره لازم اواړين برېښې ټول پټه خوله پاته دي . حقيت دادۍ چي داهرڅه (ښوونځۍ او دعالي تحصيلاتو مؤسسې) په شرموونکي او زړه بوږنوونکې حالت کې قرار لري . هغه ماشوم چي ددرس ويلو په وخت کي پر بټي بيابان ناست وي دقلم ،چوکۍ،ميز ،کتاب او توري تختي درک نه وي څه به زده کړي؟اياهغه ښوونکۍ چي دکميااو بيالوژي ،رياضي او فزيک درس شاگردانو ته وايي ، ددرس ورکولو په وخت کښي دڅه نه اوکومو لابراتواري موادونه استفاده کوي؟  په ډير لږ معاش ښوونکي او استادان خپله ملې دنده سرته رسوې هغوي علاقه لري چې زموږ هيواد دعالي او مسلکي کدرونوڅښتن شي . پداسی حال کی چه دافغان او لس دريمه برخه يانی تر « شپږو ملينو» زيات نار ينه او ښځي لوي او واړه په يوه گوله وچه ډوډۍ ندي ماړه ، او تر دريو ميليونو زيات ماشومان اوس هم نشي کولاي ښوونځی ته ولاړشي تر معارف او بي وزگاری له منځه وړلو ته پاملرنه بل هيڅ يوکار هم دومره ملي ارزښت نلري . همدادم گړۍ دمحلي قوماندانانو اوماشومانودقاچاقبرانو لخوا له ننگرهار،کنړ، لغمان، نورستان ،زابل ،غزني ،کندهار،هلمند،هرات بادغيس ،مزارکندوز اونورو ولايتونه په سلهاوو ماشومان (هلکان او انجونی) په پاکستان اوايران کې پلورل کيږې . همدا شان دسلهاوو ماشوما نو دبدن غړي په بهر کی پلورل شويدي ،خو دولت ددوي په نيولو اوياددوي په لاس لنډولو کې پاته راغلۍ . اوس يوځل بيا ددولت دمخالفينو لخوا پردتير دوران په څير دخپلو همهغو زړو بادارانو او هڅوونکو په هدايت پر ښوونځيو راکټ اوري او يا ښوونځيو ته اور اچول کيږې . سوال دادۍ که داسلام دسپيڅلي دين څخه په استفادي سره يوازي دسياسی واک دتر لاسه کولو پخاطر ځان وژنه او يا دپه ښوونځيو کې بيگناه ماشومانو وژل روا بلل شويدي ،او په آخيرت که اجرونه لري ؟ بيانو ولي د جنگې ډلو رهبران خپله او يا خپل اولادونه دغه کاروته نه هڅوي ؟؟؟. افغان اولس بايد پدې پوره پوه وي هرهغه څوک چې دبل په قربانۍ واک ته رسيدلۍ او يا واک ترلاسه کول غواړي هغه دخپل ملک دولس سره هيڅ ډول مينه نلري . ددغو پورته ليکل شويو حقايقو په څنگ کښي يو ځل بيامذهبي بنسټپال،طالب او پاکستاني چارواکې په خپل ټول قوت او ځواک غواړې دالقاعدي دنړيوال وژونکي سازمان په مرسته پدې ورستيو کښي يو په بل پسي زموږ په هيواد کښي دښوونځيوپه ورانولودښوونکو او شاگردانوپه وژلو حالت نور هم دبي امنۍ له گواښ سره مخامخ کړې . پدغه ورستيو مياشتو د افغانستان په جنوبي ولايتونو کې لږ تر لږه تر (200) زيات مکتبونه د طالب جنګياليو لخوا دسوځولودورکړه شوي گواښ له امله تړل شويدي ،پدغه څو هفتوکې په قندهار، هلمند، ارزګان، زابل، لغمان ،کنړ ،هرات ، بادغيس او ځينيو نورو ولايتونو کې د نامعلومو وسله والو لخوا دښوونځيو د سوځولو او ورانولو پيښې رامنځته شوې ،پدغو ټولو پيښو کښي تنکيوماشومانو خپل ژوند دلاسه ورکړ. تېر کال هم د يو شمېر دا ډول پېښو له امله زيات خلک دې ته اړ شول چې خپل ماشومان له ښوونځيونه وباسي ،چې په دې توګه دافغان راتلونکى نسل د زده کړې څخه بې برخې پاتې کېږي . دولت دهغه په سرکې دښووني او روزنې وزير ښاغلي اتمر چې دپارلمان څخه يې دباور رايه تر لاسه کړېده، ديوه رون اندي په توگه ملي دنده لري دښوونځيو ، زده کوونکو او ښوونکو څخه دفاع ته داړونده امنيتي ادارو او جمهوررئيس ځانګړې پاملرنه راواړه وي ،او که چيري وکولاي شي دمتوازن معارف او دښوونځيوددرسي دشرايطو دښه والي لپاره کار وکړي نوم به يي دتل لپاره په تاريخ کښي ديومعارف پروره انسان په توگه پاته شي . رښتياداده چې پاکستاني جنرالان او چارواکي په افغانستان ديوه باثباته غښتلې مرکزې حکومت دموجوديت سره علاقه نلري ،په افغانستان کې تعليم او تخنيک دپرمخ تگ سره هم مخالف دي ،همدا دليل دۍ چې دا ((اته ويشت )) کاله دپاکستان ((آې ايس آې ))دخپلو لاس پوڅو په وسيله زموږ په هيواد کښې دښوونځيو ورانولو ،ښوونکو وژلو او خلکو ويرولوته چې ماشومان مکتب ته ونه لېږي ملاتړلې ده . يوه ساده پوښتنه کيدهاي شي مطرح شي : که طالبان ،گلبدين اونور ددولت يا امريکا مخالفين په هيواد کې دواک دتر لاسه کولو لپاره مبارزه کوي ؟ نو دښوونځۍ يې پدي کې څه کار؟ ښوونکۍ او ماشوم کوم رول لري ؟ ايا داداسلام لار ده چي بيگناه ماشوم او يا بيگناه انسان ددي لپاره ووژل شي چي په هيواد کښي بې امنيتي منعکسه شې؟  د عِلم او پوهې سره د دښمنۍ داسي مثال به څوک د نړۍ په بل کوم هېواد کې پيدا نکړاى شي. د ځان مرګي بريدونو، چاودنو او جګړوپه هکله خبرونه په عراق، فلسطين ،پاکستان او ځينيو نورو هېوادونوکې اورېدل کيږي ،خو د ښوونځيو د سوځولو، روغتونونو د ورانولواوښوونکودوژلو صحنې نړيوال يوازې دافغانستان په اړه په خبرونو کې دتلويزيون پر پردوله لاري وينې . هر ورځ خلک په مختلفو ډولونو ډارول کېږي تر څو خپل بچي په ښوونځيوکې داخل نۀ کړي ، دښونکودوژني قيمتونه په کليو اوبانډوکې دشپې پاڼو په وسيله خپريږې ، د حيرانتيا وړ خبره ده چې د امريکااونورو بهرنيو هېوادونوپوځی قواوې او د افغانستان دملي فوځ او پوليس ولې نشي کولاي د دې وطن دښمنه او معارف دښمنه ډلوترهگريزي حملې شنډي کړې ؟ دهر چا سره داسوال پيداکيږي چې ددوي سره ددغو کړنودسرته رسولو لپاره د نويو وسلو،موټر سايکلونو، ستلايټ تليفونونو،د اوسيدو لپاره د پټو ځايونواو سمڅو، د چاودېدونکونوموادو او د ځان مرګي بريدونو لپاره دروزل شوو خلکوټول امکانات ولي ورسره شته ؟ دا له کومي خواکيږي ؟ اوڅوک دا ورته له کومه ځايه چيرې اوپه څه ډول برابروې ؟؟؟ په افغانستان او ټوله نړۍ کې خلک فکر کوي چې د دې هر څه تر شا د پاکستان د استخباراتي ادارواويوشمير نوروپټو حلقو لاس دى .  د مطبوعاتو له لارې د نشر شويو راپورونو له مخې د مکتبونو د سوځولو، ورانولوعمليات د طالبانو لخوا ترسره کېږي او دوې په زيات وياړ دهر ترهگريز عمل سرته رسول پر خپله غاړه اخلي ، دوي په افغانستان کې د خپل حکومت پر مهال هم د عِلم اوپوهې دروازې تړه لې وې . داسي هم اورېدل کيږي چې طالب جنگيالي وايي موږځکه ښوونځۍ له منځه وړو چې هلته دعيسوي مذهب او يا اسلام خلاف مضامين تدريسېږې ،خو دا هغه درواغجن دليل دۍ چې دوي ځانته په هغه دنجات لار پيداکوي . دوي ساده گان پخپله دغه ټکې ته پاملرنه ولي نه کوي چي ټول پاکستاني ماشومان او دټولې اسلامې نړۍ ماشومان حتا دپاکستان اوعربي نړۍ دهغو شيخانو او امامانو اولادونه چي ددوي په اصطلاح دجهاد اودغه ډول جگړو او انسان وژنوټول لگښت همدا اوس هم پر غاړه لري اولادونه له ښوونځۍ نيولې تر فروفيسوری پوري لوړ تحصيل کوې ،هغوي هم هغه څه لولې چي نور يې لولې،که پوښتنه وشي چې دپاکستان اټوم بم جوړول چيرې زده شوې ؟ او دپاکستاني مولاناصاحبانواو عربي شيخانو لوڼي اوزامن چيري درسونه وايې ؟ولي هغوي پخپلو ماشومان (انجونو ا و هلکانو) دنړۍ په مډرنو تعليمي او تحصيلي مؤسسو کې درسونه وايې ،او زموږ غولېدلي داسلام ټيکداران بياپر ملا ټکوي چې ورځه ښوونځۍ وسوځوه ؟ تر څو ماشومان ښوونځيو ته ولړ نشي .  پاكستان په داسي حال كي چې دنوروهيوادونوپه كورنيوچاروكي لاسوهنې كوي اودهمسايه هيوادونولپاره حكومتونه اودولتونه جوړوي ،مشران ورته نوموې او دهغوي لپاره مذهبي نسخي جوړوي .دادۍ يو ځل بيا په زياته سپين سترگۍ سره داسلام ترنامه لاندي دطالبانوپه نامه اجيران زموږ هيوادته راليږي او دهغوي په وسيله دلته امنيت او سوله له دښوونځيو په سوځولو او انسانانو په وژلوگواښ سره مخامخوې . تير کال مولانا ګل نصيب خان دخيبرتلويزيون سره پخپله يوه مركه كي دپاكستان دمذهبي ډلو اوطالبانو داړيكوپه هكله وويل : طالبان زموږ دعقيدي وروڼه دي ،ددوي وطن جدا دي اوزموږوطن جد ا، ... موږپه پاكستان كي داسلام خدمت دجمهوريت له لاري كوو،خوطالبان بيا په افغانستان كي دكلاشنيكوف په وسيله اسلام ته خدمت كوي . دادۍ دپاکستاني مذهبې بنسټپالوعالمانودليل اوانصاف ؟دوي ځانته جمهوريت غواړي اوموږ ته د كلاشنيكوف په مټ اسلام ته خدمت ؟ اخير اسلام اوكلاشنيكوف څه گډه وجه لري ؟ دوې په اروپايي دود انجونو ته دتعليم او تحصيل امکانات برابروي او موږته دمعارف دښمنان حمايه کوي . جالبه داده چې دپاكستان جنرالان اوسياستوال پخپل هيوادكي دشرعي قوانينواواحكامونافذول دطالباني رژيم مډل ګڼې اوددي كاردمخنيوي لپاره دټول هيوادپه كچه تبليغ کوي ،ولي زموږ جنګ ځپلي هيواد ته بيا همدغه خپل لاس پوڅي ترورستان راليږي اوزموږ هيوادپري ورانوي اودغو ټولوورانيوته بيا داسلامي مبارزي نوم وركوې ،پر ترهگرو باندي دآزادی دلاري د مبارزينو او مجاهدينو نوم ايږدي . په داسي حال كي چي دافغانستان داسلامي جمهوريت قانون داسلام دمقدس دين اوشريعت په اصولو اواحكاموبرابرقانون دی، بيا څنګه پاكستاني چارواکي او اسلامي بنسټپال ځان ته داحق وركوي چي ديوه مسلمان هيواد په وړاندي ترورستان اوورانكار وسله وال كړي اوجګړه ځپلې افغان ولس دوژني اوترورلپاره يي راليږي . ددوي داکړنې ددي څرگنده بيلگه ده چي پاكستان نه داسلام پروالري اونه دمسلمانانو،پاكستان ته يوازي خپلي نارواګټې تر هرڅه اوچتي دي ، اوغواړي په افغانستان كي تل دجګړي اوبي امنيوداورلمبي بلي اوتازه وساتې تر څو وکولاي شي په دي توګه خپلوناولوهيلوته ځان ورسوې . د2001ميلادي کال دسپتمبرترپيښې وروسته پاكستان په سيمه كي دتروريزم په خلاف دامريکا، انگلستان او نورواروپايي هيوادو سره دجكړې ديوه متعهدغړي په توګه ژمنه وكړه چې دتروريزم پر ضد به دنړيوالوسره اوږه په اوږه په دي جكړه كي وفادارپاته شې،خووروستيوپيښو او حوادثوداسي وښودل چې نه يوازي داچې پاكستان په دي كاركي صادق نه دۍ بلكه اوس هم پاكستان دنړيوال تروريزم ديوې پياوړي ځالي په توګه په سيمه اونړي كي خپلوورانكاروهڅوته دوام وركوې . تر اوسه په نړۍ کې داسي ترهگريزه پيښه نده شوي چې پاکستان دي په هغه پو ري اړه ونلرې . په افغانستان كي دورانيواو بې امنيو لامل پاكستان دی،زموږ په هيواد كي ټولي بې امنۍ په هغوسيموكي رامنځته كيږي چي دپاكستان سره په پوله كي پرتې دي ، پاكستان هغه پخوانۍ دوه مخې او ددښمنی نه ډكه پاليسي مخ په وړاندي بيايي . كه پاكستاني چارواكې پخپلوكړونوكي بدلون رانه ولې اودتروريزم سره په جګړه كي دنړيوالوسره په رښتيني لارولاړنه شي ، پر پاكستان دنړيوالو باوركميږي اوپاكستان دسياسي انزوالوري ته ټيل وهل كيږي . بهتره به داوي پاكستاني واكمنان هغه څه چي دخپل هيواد لپاره خوښوي دخپلونوروګاونډيانولپاره يې هم خوښ كړي . موږ نه غواړو چی افغان ماشوم بايد ترورست او وژونکۍ شي ، هغه دا حق لري چه ديو پوه او عالم انسان په توگه دټولنی په راتلونکې اوجوړونه کښی فعاله برخه واخلي . افغانان له پاکستاني چارواکو نه په کلکه غوښتنه کوي خپلو دښمنيو ته دپاي ټکۍ کښېږدي . زموږ ښوونځۍ او ماشومان له هيچا سره دښمني نلري ،او هغوي هيڅ گناه نده کړې . ټول افغانان په سر کې ديني عالمان دقومونو مشران ،سپينږيري ملي او اسلامي دنده لري دهغوپر ضد راپورته شي کوم چې ښوونځې سوځوې ،په ښوونځيو کې د ماشومان ژندد راکټو دگوليوپه اورولو او يا ځان وژونکو په حملو کښي له منځه وړې . دابه کوم مذهب او کوم دين قبول کړې چي دوي هفتي مخکښې دکنړ په ولايت کې پر يوه ښوونځۍ باندي دراکټو په فيرولو سره ښپږو تنکي ماشومان ووژل شوه اوتر(( ديرشو ))زيات تر اوسه په وينو لژند تر درملنې لاندي دې .ايا دا اسلام ،اويادا دحق لاره ده ؟؟؟ اندأ نه ده . زموږ دهيواد لوي او تاريخي دښمن هغه څوک دۍ چې زموږ په هیواد کښې دتعليم او دتحصيل امکانات له منځه وړې او يا علم او پوهي درواجوولوسره په ډول دډولونو مخالفت کوي .  پاکستان دخپلواجنټانو اومعارف دښمنه لاس پوڅو په وسيله دغه تنکي ماشومان دعلم او معرفت نه ليري ساتي . پاکستان او دافغانستان نورو بهرنيو دښمنانو ته داجوته ده په هره اندازه چې افغانان دسيواد له نعمته محروم وي ،په هغه اندازه دوي دخپلو شومو ارزوگانو دسرته رسولو په موخه دخلکودسپېڅلو احساساتو نه اسانه پراخه استفاده کولاي شي .  دغه ماشومان وايي دوى هره ورځ دوه کيلومتره مزل کوي چې ښوونځي ته لاړ شي . د افغانستان د کندهار ، هلمند ، زابل ، خوست ،. پکتيکا ، کونړ او لغمان په ولايتونو کې طالب اورپکو پر ښوونځيو ، ښوونکو او زده کوونکو په دې وروستيو کې بريدونه کړي دي . بي بي سي  داکوم وجدان دۍ چې دغه شان تنکې ماشومان دژوند له حقه محروموې  پاي ",دښوونځيواوزده کوونکوڅه گناه ده ؟ 2500,افتخار سالک، پېښور," غزل  خياله د يار د رخسارونو سره لوبې کوه شابه تکړه شه د اورونو سره لوبې کوه  بيا يې زلفان په سپين رخسار باندې خواره واره دي د سپرلي باده د لړونو سره لوبې کوه  د يار ديدن که مې واعظه په نازونو غواړې په مېکده کې د جامونو سره لوبې کوه  راشه بيا زړه په بې نيازۍ کړه راله پاڼې پاڼې لکه ماشوم غوندې ګلونو سره لوبې کوه  د يار د سرو شونډو لعلونه چې دې بايلل ځه اوس د خپلو اوښکو د لعلونو سره لوبې کوه  خود به ""سالکه"" درد نه څړيکې تر اسمانه خېژي چا درته وې چې د زخمونو سره لوبې کوه  غزل  کله مرهم مې د زخمونو يې نظر جوړ شي کله راوګوري په زړه کې مې پرهر جوړ شي  زه به تر عمره د دې خپلې شملې خيال ساتمه ښکته به يې نکړم ټيټيدو ته که مې سر جوړ شي  د زړه په سيمه چې د فکر بارانونه اوکړم هرې خبرې ته مې ګورئ ترې ګوهر جوړ شم  زما د ننګ او د غيرت قيصۍ ته نۀ رسي څوک ډېر لېوني که ستا د مينې ستا د در جوړ شي  غزالې سترګې او سرې شونډې چې يې وستايمه ""سالکه"" ښکلى شان غزل ترېنه اکثر جوړ شي ",دوه غزلونه 2501,," ", 2502,," ", 2503,هارون خپل," نن تعريف دپښتوکاږم چي قانون د پښتانه دی دا قانون دمېړنېيو، هر افغان چي مردانــــــه دی پښتو فخر دی، زېــــور دی پښتون رزم دی، سنګر دی پښتو ژبه د بې باکو جنګيــالېيو پښتو ژبه د اتلو توريــــــــــــــــــالېيو پښتو ننګ ، پښتو ايمان دی پښتو لفظ ، پښتو پېمان دی پښتو عشق دی مينه مينه سرښندنــــــــه وينـــــــه وينــه دپښتون هونــــــر جرګه ده چي په دود بايده درنه ده دلته قدر د شملو دی د غښتلو مېـــړنو دی دپښتون ژوندون ته ګوره ! ددې قام قانــــون  ته ګوره ! غرو،ډاګو کي يــې هستي ده خپلواکـۍ کي يې مستي ده دپښتون جامـــــــــه ګـــدله مځکه ، خاوره يې کمبله *** نن په لويو پښتنــو کي په دې سترو پرګنو کي د پښتون له قام و آره د سپېڅلو له تبـــــاره ډېر بې وياړه، بې پښتودي ډېرخرڅ سوي پر پـــــردودي دپلروشمـــــــــلو ته شا سوه دپښتو،پښتون سوداسوه له غمازه يې يـــــــــاري کړه له اغيارو يې دوستي کړه مـــار،لــړم ګرده پوخـلا سوه پړانګ، لېوه يې همنوا سوه پښتو خواره، پښتون سپـــک دی ګيدړ ښکارکړي، زمـری ورک دی هارون سپيـن وايي، اعلان کړي خپل،پردي ته دا عُريــــــــان کړي : چي پښتو پــــــالي دانا دی چي پښتو پرېږدي ادنا دی سرلوړي په دانايي کي بدمرغـــي په تدني کي   ",پښتو او پښتون 2504,," ", 2505,," ", 2506,," ", 2507,,"   دبينوا خبريال تيره اوونۍ كنړ ته پدې موخه سفر درلود ترڅو كره معلومات دغره دزمري دپيل شويو عملياتو چې پكې درې زره امريكايي او دملي اردو سرتيري برخه لري خپلو لوستونكو ته وړاندې كړي. هڅه مو داوه چې كوړنګړ سيمې ته چې دپيچ په ښكلې دره كې پرته ده او دطالبانو ستر نظامي مركز بلل كيږي ورشو خو ستونزه دلارې اوږدوالی او غرونو ته ختل وه چې مو ونشو كړای ځان ورورسو. دماڼوګۍ ولسوالۍ ته مو حركت وكړ لاره دومره خرابه وه چې ان دموټر دلويدو خطر سيند ته څو وارې مو حس كړ له ماڼوګۍ وړاندې دوټه پور ولسوالۍ  چې څو وارې طالبانو تر خپلې ولكې لاندې راوستې وه دوټه پور ولسوالۍ ودانۍ په يوه كور كې وه ولسوال ويل امنيت يې تل تر ګواښ لاندې دی. دمازديګر پنځه بجې وې زمونږ له موټر نه دامريكايي ځواكونو دسرتيرو نظامي كاروان چې دغره دزمري په عملياتو كې يې برخه لرله مخ ته شو لږ وړاندې داوبو په يوې ويالې كې ددغه كاروان يو نظامي موټرپريوت دعامو خلكو موټرو ته يې اجازه نه وركوله چې سيمې تيره شي تردې چې درې ساعته وروسته ددوي موټر له ويالې ووت نو خلكو بيا اجازه ومونده خپلو كورونو په لور لاړ شي. په عامو خلكو كې ناروغان هم ول او ځينو بيا په بيړه ځانونه كورونو ته رسول په يوه ساعت كې نيږدې پنځوس دسپرليو موټر ودريدل هدايت الله ناصح سره چې يوه ښځينه ناروغه هم وه بينوا ته وويل دا دامريكايانو لومړی وار ندی چې ورته لارې بنده وي دوی پخوا هم دا كارونه كړي څو ځله ناروغانو پداسې كړنو سره خپل ژوند له لاسه وركړی كه امريكايانو بيا هم داسې كارونه ترسره كوي خلك به ترې نفرت كوي. هر يوه دامريكايانو له چلنده سر ټكاوه يو بل تن وويل دوي پخپله داسې كارونه كوي چې خلك پرې وځوريږي نو ځكه خلك له طالبانو سره مرسته كوي. دشپې لس بجې وې چې دماڼوګۍ ولسوالۍ ته ورسيدو په لار مو هر ځای دامريكايي ځواكونو نظامي كاروانونه ليدل او هر چېرې به دموټرو تالاشي كيده. دماڼوګۍ ولسوالۍ په يوه ښوونځي كې وه او خپله ودانۍ ترې امريكايي ځواكونو نيولې وه او خپله نظامي اډه پكې جوړه كړې وه. دماڼوګۍ ولسوال محمد رحمان دانش ځوان وه او تازه يې خپلې زده كړې په پاكستان كې ترسره كړې وې له مونږ سره يې مرسته وكړه. محمد رحمان وايي طالبان په خورا زور كې وه او كه دغره دزمري عمليات نه وای نو ښايی دولت ډير څه له لاسه وركړي وای. امريكايي ځواكونو په خپلو عملياتو كې دعامو خلكو په كورونو هم بمبارۍ كړې وې معلم نبي بينوا ته وويل چې په كړنګړ يې دخپلو يو كور وه امريكايي ځواكونو  پدغو عملياتو كې بمباري پرې كړې او دكور پنځه غړي يې پکې وژل شوي. دماڼوګۍ ولسوالۍ عامو خلكو بينوا ته وويل له دغو عملياتو پخوا هر ورځ طالبانو پر دوی حكومت كاوه او هر څه ددولت له توانه لوړ وه. ويل كيږي په سيمه كې طالبان ، عرب، حزب اسلامي غړي او پاكستانيان له دولت او امريكايي ځواكونو سره دجګړې ډګر تود ساتي او تر ټولو زيات دابوالاخلاص مصري عرب نوم ياديږي.  ",كنړ دطالبانو دجګړو ستر مورچل 2508,,"   دالقاعده شبكې دوهم غړي ايمن الظواهري په يوې نوې خپرې كړې تصويري كيسټ كې ويلي چې عراق دامريكې لپاره دماتې قبرستان دی دهغه په وينا القاعده په عراق كې امريكايانو ته ماتې وركړې تر ده وړاندې په عراق كې دالقاعده مشر ابومصعب الزرقاوي هم په عراق كې دامريكايانو دماتې خبره كړې وه. الظواهري دپاكستان په خلكو او پوځ هم غږ كړی ترڅو ددغه هيواد په ولسمشر مشرف كودتا وكړي او له واكه يې بې واكه كړي. ",الظواهري: امريكا په عراق كې نور ماتې وخوړه. 2509,د مومن خان آزاده ژباړه - جرمني," افغان اوه چړې خوړلي                    خو د دوستم د چړې  ډير فرياد کوينه دا لاندي رپوټ د جرمني د شپيګل مجلې د ١٥/٤/ ٢٠٠٦ نيټې په ١٦ ګڼه کي خپور سوی دئ . افغانستان >> جنرال په خپله ماڼۍ کي کابل غوړيږي، خو پاته هيواد دجګړې سيمه ده، هلته چي جرمني سرتيري هم د جنګسالارانو، دمخدره موادو خانانو او طالبانو سره مخامخ کيږي.   د سوزاني کولبل رپوټ د مؤمن خان آزاده ژباړه :   د کابل په جنوب کي د جرمني ځواکونو ګزمه : دا تر ابده څونه  وخت دئ؟ د دوستم شدادي ماڼۍ  یو څنډه  څوک چي په افغانستان کي بيره اچولای سي، هغه په ناکسانو کي نه شميرل کيږي. څوک چي بيره خپرولاي سی د هغو زور ته خلګ حيران تللي وي، خو د دوی څخه هيڅوک دونه هيبتناکه نه دئ لکه ازبک جنرال عبدالرشيد دوستم .  دغه جنرال خلګ دخپل ميلمستون پر حوض باندي چي د يوه شمالي ولايت په مرکز شبرغان کي دئ، حضور ته مني. دده ميلمستون يوه د خوب اوخيال ماڼۍده چي د ډيري ښيښې او د نصواري، آبي او بنفشيي رنګونو يوه عجيب او غريب ترکيب څخه پکښې کار اخيستل سوی دی: خلګ دغه لوکسه او تجملي ودانۍ قصر بولي، چي ساونا (اروپايي ډوله حمام) د لامبو حوض او د ضيافت داسي سالونونه پکښي شته چي په قنديلونوتزئين شوي دي.دغه ځاي په داسي بد اخلاقو بانډارونو سره اينڅۍ دئ چي ( په هيواد کي ) د اسلامي مقرراتو سره سره د وډکا او ښځو کمی پکښې نه وي.  د دې ماڼۍ خاوند نن چپنه پر اوږو اچولې ده، هغسي چپنه چي سړئ يې معمولاً دولسمشر حامد کرزي په شانداره ښکاره کيدو سره ويني . دﺉ په ډډ ږغ داسي وايي : "" دلته ملايان نشته ""    دوستم په اتيايمو کلونوکي د شوروي پر خوا وو او د مجاهدينو پر ضد جنګيدئ وروسته يې د طالبانو پر ضد جګړه کوله.د ٢٠٠١ کال په مني کي بيا د امريکايانو د ټينګو متحدينو څخه سو او د امريکايانو قوماندويي ځواکونو سره يې د مزارشريف او کابل د لاري په شېلو او دښتونو کي مرسته کوله. ويل کيږي چي دی د هغوسلګونو طالبانودسا بندولو په قتل مسؤل دئ، کوم چي تر تسليمېدو وروسته په کانټينرونو کي تخته کړل شوي وه  او شبرغان ته په نږدې دښت کي يې و يوه ډله ايز قبر ته اچولي وه.      امريکايان به غواړي چي دا خپل پخوانئ يارد ځانه ليري کړي، مګر داسي شئ لکه دوستم څوک په اسانه دځانه نسي څنډلاي   کيداي سي چي جرمنيان هم  دده دقدرت لوږه ډير ژر احساس کړي.    د شبرغان دختيځ په ١٤٠ کيلومتري کي د جرمني د دفاع وزارت په نړۍ کي په خپله تر ټولو لويه پروژه باندي لاس پوري کړی دئ :و دې ځاي ته کمپ مرمل وايي چي دا نوخپل ځانته يو ښار دئ.په دې پروژه کي  به د ٥٣ مليونو يورو په بيه  د٧٥ زره  ټنه فولادو او درې لکه ټنه کانکريټو څخه کار واخيستل شي. دا نوې قرارګاه چي   ١٥٠٠ جرمني سرتيري به پکښې ځاي پرځاي کيږي،د مزارشريف پر شوره ښار  هوايي ډګر ته نږدې جوړيږي، کوم چي د غرو په انځوريزه لمن کي پروت دئ . دغه کمپ به ( چي دوه کيلو متره به يې اوږدواله او دوه کيلومتره به يې هم پسور وي)  په شمال کي به د سياسي او اقتصادي خوځښت بنسټ جوړوي. داسي يو تعمير به وي لکه د ابد لپاره چي جوړيږي. خو پوښتنه داده چي په افغانستان کي ابد څونه وخت پايښت کوي ؟ دا هيواد پر کومه خوا روان دی چي اوس داسي سر پر سر  ډکې خوري؟ په شمال کي چي په نسبي توګه په امن کي ګڼل کېدئ،هلته په دې ډيره لنډه موده کي جرمني سرتيري درې واره په بايسکلي بمونو، ناريه وسلو او د ټانک ضد راکټونوپه نښه سوي دي، چي ددوي څخه پنځه کسه قسماً ډير سخت ټپيان سوي دي. افغانستان په دې تيرو پنځو کلونو کي په امن سوی نه دئ بلکې نور لا بې امنه سوی دئ : د ٢٠٠١ کال راهيسي چي امريکې  پر هندوکش باندي جنګ پيل کړی دئ، تر اوسه يوازي  ٢٨٤ امريکايي سرتيري وژل سوي دي چي ٩٩ تنه يې يوازي د تير کال په اوږدو کي وژل سوي وه. او همدارنګه ٢٠٠١ کال د ډسامبر دمياشتي راهيسي چي د "" نړيوال امنيتي مرستو ځواکونو"" ( ايساف )  په خپل مأموريت پيل کړی دئ، ترهر بل وخت ډيرو افغانانو د تروريستي يرغلونو له امله خپل ژوند دلاسه ورکړی دئ. يوازي تير کال   ١٦٠٠  کسه په تروريستي تيريو کي وژل سوي دي.   جنرال دوستم او وسله وال ساتونکي يې : دی وايي: "" دلته ملايان نشته "" په شبرغان کي ددوستم د ماڼۍ یوه څنډه  په شبرغان کي د دوستم د ماڼۍ یوه بله څنډه اوس پوښتنه دا ده چي په افغانستان کي کوم کارپر غلطه روان دئ ؟  کابل خو پر غوړيدوو دئ . د مځکو نرخونه په تور توپان دي. د ښار په مينځ کي داسي هوټلونه او لويي پلورنځياني جوړيږي چي ساری نه لري او ښځي هم ورځ په ورځ دغه جرئت پيداکوي چي بيله چادرۍ ( بقرې)  د پلازمېني پر سړکانو وګرزي. هرڅه پر مخ ځي، مګر هو يوازي په کابل کي! په اطرافو کي وضعه بل ډول ده.په داسي حال کي چي جرمنيان د راتلونکي جون په مياشت کي د  نهوشمالي ولايتونو زمه پرغاړه اخلي؛ په کابل کي د جرمني د اتحادي اطلاعاتو د خدماتو يوه مأمور په دې ورستيو وختونو کي دغه خوا ډيره خطرناکه بللې ده. ويل کيږي چي د طالبانو مشر ملامحمد عمر فرمان ورکړی دئ چي په شمال کي پر جرمنيانو بريدونه وسي، ځکه هلته ددوي ژوند تر کابل ښه دئ. د هيواد په جنوب او ختيځ جنوب کې اوس لا د خطر زنګ وهل سوی دئ. سره د دې چي د طالبانو پر ضد د امريکايانود جنګ دا پنځم کال دئ او امريکايي ځواکونه اوس هم په خپل ټول زور سره په جنګ کي دي، خو نن ورځ بيا د پښتنو ولايتونو لکه نيمروز، روزګان، هلمند، کندهاراو پکتيکا پراخي سيمي  د طالبانو په ولکه کي دي. د بيا جوړوني اثر هم نه ليدل کيږي. هلته په ډيرو ځايونو کي  نه بريښنا سته، نه د نل اوبه، نه ډامبر سوي سړکونه، نه ښوونځۍ اونه هم روغتونونه.د مرستي سازمانونه هلته د ورتګ زړه نسي کولاي.     د هلمندولايت د مرکز لښکرګاه په يوه نږدې کلي کی يوه سپين ږيري چي ښه غټه سپينه بګړۍ يې هم پر سر وه، دغه ګيله کوله چي : هغه نوي نوي سړکان مو څه سول، هغه دآبيارۍ وسايل، هغه کارونه چي وعدې مو راسره کړي وې؟ ده په کرزي او غرب کي هيڅ نه ليدل، دلته اکثره خلګو هم د ده  غوندي نظر درلود. ددوي دغه نااميدي دوي  د سرزورو طالبانو پر خوا ور لغړوي. د يادولو وړ ده چي په دغه سيمه کي د نړۍ تر هري بلي سيمي ډير ترياک توليديږي.    د ملګرو ملتونو د نشيي موادو دادارې  په وينا به په هلمند کي پنځه پنځوس مليونه ډالره په هغه پروګرام کي پانګه اچونه سوې وي چي هلته کروندګر د ترياکو دتوليدولوڅخه راوګرزوي. خوحقيقت دا دئ چي د يو لړ پروژو نه پرته لکه "" پيسې د کار په مقابل کي""  تر عنوان لاندي پروژه، چي افغانان د زيربنايي جوړښت په کارونو کي نيسي لکه د ولو او نهرونو په پاکولو کي؛ نور نوخاشه لا پر خاشه نه ده ايښوول سوي. هغه پيسې چي و کروندګرو ته دکوکنارو پرځاي د بل شي د کرلو دپاره وړاندي کيږي و دوي ته ګته نه لري. بعضي نور بيا طالبان مجبوروي چي کوکنار وکري.    طالبانو بيا د نشيي موادو د مافيا سره لاس يو کړی دئ چي د افغانستان پروژه  ژر د مخاطرې سره مخامخ کولاي شي، هغه داچي جنګسالاران او د نشيي موادو سوداګر د طالبانو څخه د بهرنيو نظامي ځواکونوپه مقابل کي د يو ډول امنيتي خدمت کار اخلي څو کوکنار په بيغمه زړه وکرل سي. طالبان او القاعده بيا ددغي عايداتي چينې په برکت وسلې او نقليه وسايل تمويلوي. همدارنګه په  ځانمرګي بريدونو کي د وژل سوي کسانو و کورنيو ته  هم د ضايعې د جبران په توګه د نشيي موادو ډالرونه ورکوي.   اوس خبره د کافرو اشغالګرو په وړاندي د في السبيل الله جهاد نه ده،بلکي خبره دتجارت او معاملې پر دفاع ده. په افغانستان کي اوس د کاله ٢،٧ مليارډه ډالره د ترياکو د پلورلوڅخه تر لاسه کيږي . د کارپوهانو اټکل ښيي چي د دغه عايد يو څو سوه مليونه ډالره د تروريزم په  تمويل لګيږي. نشيي مواد تر نن ورځي پوري دمنظمي کرهڼي د اړخه سره په افغانستان کي د يادوني يوازنۍ اقتصادي څانګه ده. په کابل کي هم ډير مأمورين دي چي په مستقيمه يا غير مستقمه توګه په دې کار اخته دي،د ګمرک د يوه کوچني مأمور څخه نيولې تر ډيرو لوړو دولتي اراکينو پوري. ولسمشر په وار وار دغه په ډاګه کړې ده چي که هر څوک په دې مردار کاروبار اخته وو، په پوره بې رحمي به يې محکمې ته ودروي . يوه څه موده دمخه  د بدخشان  ولايت د پوليسو رئيس شاه جهان په خپل شخصي موټر کي سل کيلو ګرامه هيروئين دقاچاق په توګه د تاجکستان تر پولي رسول. وايي په کندوز کي چي د نشيي موادو د تيرولو راتيرولو چارسو بلل کيږي او دغه خوا د جرمني ځواکونو تر کنترول لاندي هم ده، پخپله والي ددغو مالونو پر قيمت لس فيصده ونډه اخلي. پوليس د نشيي موادو پر ضد مبارزه کي ځان نه ورګډوي. څوک خو ليونی نه دئ، چي دمياشتي په ٦٠ ډالره معاش چي مرکزي حکومت يې ورکوي، خپل ژوند د خطر سره مخامخ کړي.دا  خو لاڅه چي که  يې په خپل کلي کي د نشيي موادو پر قاچاق غوږونه کاڼه اچول، نو کور ته چي ځي، يو سل ډالرئ به يې لا په جيب کي هم وي.  هر ځاي چي ډالر ګټل کيږي،هلته جنرال دوستم ډالر ګټي. دی به اکثره په اوج کي وو، که به افغانستان خوار وزار هم وو، دی به په غوره کي وو.  دی اوس شنې چاي چښي، تازه د ساونا( حمام )  راوتلی دئ، دا پلن مخ يې تک سور اوښتی دئ. وايي دا زما په هکله اتهامونه ټوله بيځايه دي. دی وايي چي زه د سرطان د دانې پر ضد د اوسپنو  مټ يم. د يوه خاص نظامي واحد دمشر په توګه به زه طالبان او القاعده په "" بې رحمه توګه پوپنا "" کړم. ځکه زه په يو څه پوهيږم، يعني په جنګ. ميمنه چي د فارياب په ولايت اړه لري، هم د دوستم تر اغيزې لاندي ده. په دې ښارکي د ايساف د بيا جوړوني ټيم د سولي د نړيوالو قطعاتو هغه تر ټولو ليري لويدلې  پوسته ده چي په راتلونکي کي به يې زمه واري د افغانستان په شمال لوديځ کي د جرمني د ځواکونوپه غاړه وي. د ميمنې څخه تر مزارشريف پوري، يعني  د جرمنيانو تر اصلي قرار ګاه پوري  پوره ٣٣٩ کيلومتره لار ده چي د موټر لس ساعته سفردئ . پر دې لار  غرونه، دښتونه، شنې غونډياني او هواري مځکي سته. دا ټوله ساحه ، يعني د ميمنې څخه نيولې د چين تر پولي پوري تر زر کيلو متره لا ډيره ده،دونه مځکه ده  لکه نيم جرمني. د فبرورۍ د مياشتي په ٧ نيټه ، هغه وخت چي يو لړ بلوايان د دې کوچني ښار په مينځ کي د پي آر ټی  ( د ولايتي بيا جوړوني ټيم ) پر مرکز باندي را مات سول ، نو د ايساف يوه سرتيري، تورن ټوماس کاينولاينين هم موضع ورته ونيول. ځايي ملايانو دغه خلګ په دنمارک کي د حضرت محمد(ص) د کاريکاتورونو د خپرولو په وجه پارولي وه.دوي اوسپنيزه دروازه دړي وړي کړه وسراي ته يې يو ډول بوتلي بمونه ورغورځول. د ناروې او فنلينډ د سرتيرو پر خوا فيرونه کيدل او د مُټ په کچه غټو  ډبرو وارونه پر کيدل، تر څو چي درې ساعته وروسته د جرمني د ځواکونو له خوا په هليکوپتر کي کومک ورته راورسيدئ.  کاينولاينين ماښام د خپلی قرار ګاه دځيرخانې په بار کي ( چي  ريډ ميګ ډاون يې بولي، داځکه چي د شوروي ديوې ويشتل سوي ميګ الوتکي وزر يې د دې ميخانې پر سر ځړولی دئ )   د بير چښلو پر مهال ويل چي زه په دې وياړم چي سرتيري يې وروسته له دې بريده بيا هم دلته پاته سول،که نه نو دلته به د ناټو ټوله پلانونه ناکامه سوي واي. د دې  پي آر ټي کوچني ټيم  ډير څه په وس نه دی پوره. د دوي سرتيري يوازي څارنه کوي او په سيمه کي د داسي يوه سيستم وظيفه اجرا کوي چي د يوې احتمالي پيښي نه سړئ وختي لا خبروي.  خود دوي سترګي په يوه سړي کي ډيري بندي وي، هغه هم په عبدالرشيد دوستم کي. دا ځکه چي دده امر په فارياب کي هم چليږي. عکسونه يې هر ځاي ځړيږي، دا نو نه ده معلومه چي خلګ يې عکسونه د درنښته ځړوي،که د بيري او که د دې دپاره چي خپل ځانونه په وساتي. ",جنرال په خپله ماڼۍ کي ( د شپيګل مجلې څخه ژباړه ) 2510,,"   بينوا ته يوه تن چې دنوم له ښوولو يې ډډه كوله او په زندان كې يې دنيول شوي طالب ډلې دكلتوري چارو له مشر استاد ياسر سره يې ليده كاته كړي وه وويل چې استاد ياسر وايي امريكايان او افغان دولت پخپله له ډيموكراسۍ سره دښمني لري ځكه چاته اجازه نه وركوي دامريكايانو په وړاندې خبرې وكړي او هغه څوك چې امريكايان بد يادوي زندان ته يې اچوي. استاد ياسر وايي يولك طالبان ځانمرګي بريدونو ته چمتو دي ولې دوی باروت نلري. استاد ياسر موده وړاندې دطالبانو له يوه وياند مفتي لطيف حكيمي سره يوځای په پاكستان كې نيول شوی وه چې بيا افغان دولت ته وسپارل شو نوموړی دجهاد پرمهال داستاد سياف مرستيال وه.  ",دولت او امريكايان پخپله ډيموكراسي نه غواړي. 2511,,"   كابل+واشنګټن: د امريكا د متحدو ايالتونو د سوداګريزو اسمانڅكو ودانيو د نړېدو  مسالې ته كلونه مخكې قرآن كريم نغوته كړېده. د قرآن كريم د التوبه سورت ۱۰۹ ايت ددغې پېښې ګواهي وركوي.په دغه سورت كې نړېدلې دوه ودانۍ د (جورف هار) په نوم راغلې دي او د ودانيو د پوړيو شمېر هم ۱۰۹ ته رسېده، چې د سورت د ايت له شمېرې سره سمون خوري. د سپتمبر پېښه د۲۰۰۱ كال د سپتمبر په ۱۱ مه نېټه رامنځ ته شوه، سپمټمبر د عيسوي كال نهمه مياشت ده، چې د عدد او توريو له مخې   د  سورت جز ۱۱  او شماره یې ۹ ده ،د سورت ټول توري ۲۰۰۱ دي. اوس به د التوبه سورت ژباړه وګورو: اَفَمَنْ اََسَس بُنْيَانَهُ عَلَى تَقْوى ِمنَ اْلله و ِرضْوَاٍن خَيٌر ام مَنْ اَسَسْ بُنْيَانَهُ عَلَى شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فانهَارَ ِبهِ فِىْ نَارِ جَهَنَمَ ط وَاْللَهُ لاَ يَهْدِىْ القَومَ الظلِمِيْنْ۱۰۹ لاَ يَزَالُ بُنْيَانُهُمُ الَذِىُ بَنَوْارِيبةً فِىْ قُلُوْبِهِمْ اِلاَ اَنْ تَقَطَعُ قُلُوبُهُمْ ط وَاللهُ عَلِيْمٌ حَكِيْم ع ۱۱۰ايت ژباړه:  ايا هغه،چې خپله ودانۍ يې د خداى په پرهېزګارۍ او رضا ودانه كړېده غوره دى او كه هغه،چې ودانۍ يې د څاه پر غاړه جوړه ده،چې را نړيږي. چې ناڅاپه د دوزخ په اور كې لوېږي او خداى ظالمانو ته لارښوونه نه كوي. ۱۰۹ او كومه ودانۍ يې.چې جوړه كړېده،تل يې د زړونو د ډار او وېرې لامل ګرځېدلې ترهغې چې زړونه يې ټوټې ټوټې شي او خداى ج پوه او حكيم دى. د دغو ودانيو د ړنګېدو په اړه د امريكايانو وېره او ډار د هاليووډ له وروستيو فلمونو په ډاګه برېښي. علما او مفسرين كولاى شي د ايت شريف په ژباړه او تفسير كې ښه سپړنه وكړي. ددغه ايت شريف پرتلنه او څيړنه په امريكا كې يوه مسلمان زلمي كړېده.      ",د سپټمبر د 11مې دپېښې په اړه د قرآن شريف وړاندوينه 2512,," نن سهار د هلمند ولايت په کجکي ولسوالي کي تصفيوي عمليات ترسره سوي دي، د کندهار ولايت د اتل قول اردو کومندان جنرال رحمت الله رؤفي وايي چي په دې عملياتو کي يې له مخالفينو دوه تنه وژلي، يو د وسلو زېرمه تون (ډيپو) يې له منځه وړى او درې کلاشينکوفونه يې ترلاسه کړي دي، خو د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلي خبر يې نه دى ورکړى. ",په کجکي کي تصفيوي عمليات ترسره سوي دي 2513,ډاکټر نثار احمد صمد," لیکوال : ډاکټر نثار احمد صمد  امریکا د القاعده څخه بیریږی خو نړۍ بیا د امریکا څخه بیریږی  د امریکا اصلي دښمن يعنې شوروی اتحاد په ۱۹۹۱ کې مړ سو. هغه چې ژوندی هم و څه توره یې نه وه کړې او هیڅ ځاي یې د امریکایی تشدد مخ نشو راګرځولې. امریکا د شوروی څخه یوه بلاجوړه کړې وه حال دا چې هغه د ورقو یا پتو څخه دیو جوړ کړی کور غوندی پخپله ونړید او بیله دې جې له بهره کومه حمله پروسی له دننه يې ګيډه وشوړیده او نسکور سو. واشنګټن د خپلو وسلو او پوځي وسایلو د خرڅولو په خاطر، د ارزانه تیلو د وړلو په خاطر ، د هیوادونو د خپلولو په خاطر او د نړۍ د مهار کولو په خاطر د شوروی تهدید رامخته مخته کاوه او تر دغه ماسک لاندې یې خپل شوم اغراض مخته بیول. خو کله چې دغه « توره بلا» په ۱۹۹۱ کې مړه سوه او ختیځه اروپا آزاده سوه او د وارسا پوځي تړون خاورو ته وسپارل سو نو واشنګټن خو په زړه کې ګوړی ماتولې ځکه د نړۍ یوازینی ستر ځواک سو مګر هماغه څلور عمده « ګټي» به یې څنګه کیدې چې « د وسلو خرڅلاو، د ارزانه تیلو وړل، د هیوادو خپلول او د نړۍ مهارول» وو ؟ !  واشنګټن نور نو داکریږی نسوی وهلای چې پام کوی روسان درغلل. د شوروی په مړینه سره چې کومه ستراتیژيکي خلا منځته راغله او د ځواک انډول له ريښې بدلون وموند، نو واشنګټن باید په هره توګه چې واې خپلې پورتنۍ څلور « ګټی» تامین کړی واې. همدا وجه ده چې هغوی باید ضرور ځانته نوي غلیمان لټولې وای. د دې « ملي امنیت دولت » بیلا بیل ترکیبونکی اجرا د دښمنانو لرلو ته سخت ضرورت لری تر څو خپلې پنډی پنډی بودجې حق په جانبه ثابتی کړی، خپل عمل ډیر ستر وښئ ، او ځانته ضرور یو ماموریت حاصل کړی او بالاخره د ځان په وړاندې یو « تهدید» اختراع او ودروی. مخکنی خارجه وزیر جنرال کولن پاول پدې هکله په ۱۹۹۱ کې داسې وویل : « موږ باید پدې هیله ونه اوسو چې دا بدلونونه به ختم سی او راځي چې د یو ثابت قدمه او شریر دښمن په باره کې ښه آرام فکر وکړو.» ( يعنې یو دښمن باید ضرور ولټوو) . یو کال وروسته یو بل پوځي قوماندان « ډنیس لانګ» هم دا ومنل چې شوروی مو ځانته د یو دښمن په توګه درولې و خو راځي چې اوس کوم بل دښمن پیدا کړو داسې وویل: « موږ د پنځوس کالو لپاره خپل د فټبال ټیم ښه مجهز کاوه، د هفتی مو پنځه ورځې تمرین ورباندې کاوه مګر لوبه یې هيڅکله هم ونکړه. موږ داسې یو دښمن درلود چې د ثابتو ظرفیتونو څخه برخمن و او هغه مو سخت را میدان ته کړی و. نو موږ ضرور باید دشپې او ورځې تمرین وکړو خو د هغه بل ټیم په باره کې بیا هم نه پوهیږو. موږ به د هغه د تاکتیکونو کتاب ونه مومو، موږ نه یو خبر چې سټدیوم چیری دی او پدې هم نه پوهیږو. چې هغه به څو لوبغاړی میدان ته راخوشی کړی. دا کار په تیره بیا پوځ هله د لویې سردردۍ سره مخامخ کړی که موږ د خپل جوړښتون او خپلو سیستمونو د حق په جانبه ښودلو هڅه وکړو.»  واشنګټن د شوروي ترمړینې وروسته د کوم« ځای نیونکی» دښمن په لټه کې سو. خو حیران و چې هغه باید څوک وی کله به یې ویل چې د مخدره موادو سره په جنګ لګیا یو، کله به یې ویل چې د پوځي یا صنعتي جاسوسۍ سره لاس او ګریوان یو، یا د منظمو جرمونو سره جنګ کوو یا د بشري حقوقو په وکالت جنګیږو او یا به یې هم ویل چې د تروریزم پر خلاف مبارزه کوو. د دې ساختګی او جعلي ادعاګانو څخه ثابیتیږی چې امریکا نور نو د هیوادو په سطح کوم دښمن نلری بلکې کوم دښمن یې باید له سره توږلې او د ځان په وړاندې درولې واې.  که د امریکا جغرافیوی دریځ مطالعه کړو نو وبه ګورو چې دا هیواد په یو خورا بې ساری ستراتیژیک موقعیت کې پروت دی چې شمال او جنوب دواړو ته یې دوست یا ملګری هیوادونه ( لکه کاناډا او مکسیکو) واقع دی حال دا چې ختیځ او لویدیځ یې ښه پراخو سمندري خالیګاوو احاطه کړیدی. پدې کار سره امریکا دهیڅ خوا څخه تر خطر لاندې نده او نه هم د هیڅ لوری نه د کوم پوځي برید امکان سته. همدا وجه ده چې په لومړۍ او دوهمه نړیواله جګړه کې امریکا ته هیڅ زیان ونه رسید حال دا چې اروپا د اور په لمبو کې سوځیل کیده . له بلې خوا ا د امریکا د سترو او پراخو پیاوړو اټومي وسلو له امله هیڅ هیواد آن کوم « شریر» دولت هم که باالفرض بالستیک توغندی ولری، بیا هم امریکا تر خطر لاندې نه سی راوستلاې. د شوروی ترنړیدو وروسته نور نو امریکا قطعاْ د کوم جدي پوځي چلنیج یا تهدید سره ندي مخامخ او نه هم کوم نړیوال خطر ورته متوجه دی. که باالفرض د پخواني شوروی اتحاد وارث یعنې نننۍ روسیه تر ځان غټه ډیره پورته کړې او وغواړي چې د امریکا په مقابل کې ودریږی نو بیا هم امریکا ته خطر نه سی ګڼل کیداې ( یعنې نه د اقتصادی پلوه او نه هم د پوځي پلوه ) . ځکه هغه اوس یو نښتیځل سوي او په لویو ستونځو کې ډوب دولت دی.  که د اقتصادي پلوه ورته ځیر سو نو په ۲۰۰۳ کې د روسیې ناخالص داخلي محصولات ( یعنې GDP ) د امریکا د همدغسې محصولاتو تقریباْ لسمه برخه جوړول ( یعنې ۳ر۱ تړیلیونه ډالره د ۹ر۱۰ ټریلیو نه ډالرو په مقابل کې) خو امریکې روسیه په یو داسې حالت کې درولې ده چې تر امریکا شپږ چنده زیات مصرف کوی ( یعنې ۶ د یو په مقابل کې ). نو روسیه د دې لپاره چې د امریکا سره برابره سی باید د خپل ( GDP ) تر شلو فیصدو زیاته برخه دفاع ته وقف کړی چې دا کا ر ناشونې دی. که چین هم مدنظر ونیسو نو دا معلومه ده چې هغوي د خپلو وسلو او اټومي تسلیحاتو په نوي کولو او تاکتیکي کولو بوخت دی لاکن امریکا د سرګلولو، توغندویه سیستمونو او بیلا بیلو خوځنده عصري تجهیزاتو او وسایلو له مخې د چین څخه خورا زیاته مخته ده. لدې نه علاوه، چین طیاره وړونکی ستری کښتۍ او پیاوړې بحریه هم نلری تر څو د امریکا خاوری ته ګواښ وګڼل سی. فلهذا چین هم د روسیې غوندې داسې مایه نلری چې په هغه سره دی د امریکا سره سیالې وکړاې سی یا خطر ورته متوجه کړی.  په ۲۰۰۳ کې د امریکا نا خالص کورنی محصولات ( GDP ) د چین تر هغې تقریباْ اته ځله زیات و ( یعنې ۹ر۱۰ ټریلیونه ډالره سره د ۴ر۱ ټریلیونو ډالرو په مقابل کې ) د امریکا پوځي مصارف د چین تر هغې اووه چنده زیات دی ( یعنې ۹ر۴۰۴ بلیونه ډالره د ۹ر۵۵ بلیونو ډالرو په مقابل کې). پدې حساب چین باید د خپل ( GDP) څلورمه برخه دفاع ته اختصاص کړی تر څو د امریکا سره معادل سی خو داکار هیڅ امکان نلری.  نو چې د روسیې او چین پوځونه امریکا ته جدي تهدید نسی ګڼل کیداې ، نو په اصطلاح شریر یا زیږه دولتونه ( لکه شمالي کوریا ، ایران، سوریه او کیوبا ) خو آن تر تهدید لاهم په کښته درجه کې واقع دی. له دغو څخه یو لا هم داسې پوځي قابلیت نلری چې امریکا ته دې ګواښ وګڼل سی. که د سپمایزه زاویې څخه ورته وګورو نو د دغو څلورو واړو هیوادو ( GDP) په ۲۰۰۳ کې جمعاْ ( ۳ر۵۹۰ ) بلیونه ډالره و ( حال داچې یوازې د امریکا جي ډي پي ۹ر۱۰ ټریلیونه ډالره و) چې پدې حساب هغه د امریکا د جي ډي پي تر ۵٪ر۵ هم لږ دی. يوځي لګښت خو لا نور هم وران حالت اختیاروی ځکه ( ۳ر۱۱) بلیونه ډالره یې د امریکا د (۹ر۴۰۴) بلیونو ډالرو پوځي لګښت سره څنګه مقایسه کیداې سی !  دا د امریکا د پوځي مصرف تر ۳٪ لا هم لږ دی. باید وويل سی چې د امریکا پوځي لګښت د ټولې نړۍ هیوادونه تحت الشعاع راولی. د پوځي مطالعاتو د نړیوال انستیتوت له مخې په ۲۰۰۳ کې د امریکا پوخي مصرف د پرمخ تللو دیارلس هیوادو د مجموعي پوځي لګښت څخه هم اضافه و، او دنړۍ متباقي ټولو هیوادو د پوځي خرڅ تر دوه چنده لا هم زیات و. پدې حساب که امریکا خپل دفاعي مصرف ډیر راټیت هم کړی بیا به هم د خطر سره مخامخ نه وي.  باید دې ټکې ته متوجه اوسو چې د امریکا پوځي طاقت تر هر څه زیات په هوايي ځواک کې دی. ځکه هغه ډير ګړندی عمل کوی، خورا عصري، مجهز او په پر مخ تللې تکنالوژي سمبال دی چې له ډير اوږده واټن څخه هدف له منځه وړی او سخت اغیزمن او دقیق ځواک دی. موږ ولیده چې د افغانستان د حملې پر مهال امریکایی جنګي الوتکي د « میسوری» څخه مستقیماْ ورالوتې او تر بم ورۍ وروسته بیرته امریکې ته ستندې. موږ دا هم ولیده چې د عراق په عملیاتو کې هم بیله دې چې نور ځواکونه ورداخل سی لومړی هوایی ځواک دښمن دړی وړی کړ بیا پلې ځواک ور داخل سو. د غه هوايي ځواک د افغانستان عملیات پر ۴۵ ورځو کې او د عراق عملیات په یوه میاشت کې ختم کړل.  فلهذا ویلاې سو چې امریکا ته نور نو د « هیوادو » په سطح کوم خطر وجود نلری او همدا علت دی چې باید یو داسې دښمن ایجاد او د ځان په وړاندی ودرول سی چې نه یې هیواد معلوم وی، نه یې پوځ مشخص وی، نه یو یونیفورم واغوندی، نه یې سیمه او نه یې هم د جنګ جهبه معلومه وی. نه یې د پوځ تعداد، نه یې د وسلو ډول نه یې د حملې وخت نه یې قوماندانان او نه یې هم مالي منابع چاته معلومی وی. هو ، دا نوي او تخیلی دښمن هماغه « تروریزم ! » دی چې محرکه قوه یې « القاعده » او سرغنه یې « اسامه بن لادن او ایمان الظواهری» دی . د امریکا خارجه وزیری میرمن « میډلن البرایټ» په ۱۹۹۷ کې وویل چې « کمونیزم نسکور سو اوس زموږ بل غلیم اسلامي بنست پالنه ده.» په رښتیا هم د پيښو ځنځیر داسې راغلی چې په صرف پنځو کالو کې ( یعنې د ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۰۱ پوری) واشنګټن د ځان په وړاندې يو داسې ډارونکی دښمن ودراوه چې د هغه له بیری نه د شپې خوب لری او نه هم د ورځي آرام. هغوي یوه شبکه غوښته چې دا شبکه « القاعده» سوه، هغوی یو نابغه طراح غوښت چې هغه « بن لادن» سو، هغوي له سرونو تیر کسان غوښتل جې هغه « تروریسټان» سول. د سپتمبر یوولسمې هغوی ته القاعده د شوروی پرځای ودروله او د هغه « کریملین» یې د افغانستان په غرونو کې ځانته وداوه.  پدې وروستیو کې یو برتانوي فلم جوړونکی « اډم کرتیس» د القاعده او امریکایی نوو محافظه کارو ( نیوکنزرواټیوز) د کړنو په هکله یو فلم جوړ کړی چې د بی بی سی لخوا په درو برخو کې ( چې هره برخه یې یو ساعت کیده) وښودل سو. ددې فلم نوم « د بیرونکو خوبونو طاقت» دی. پدې فلم کې ښودل کیږی چې جګړه مار اسلامي غورځنګ او امریکایی نوي محافظه کاران څنګ پر څنګ مخته سره ځي او دواړو د « آزاد لویدیځ» پر اخلاقي زوال باندی غلبه حاصله کړیده. کرټیس پدې فلم کې ښئ چې القاعده اصلاْ یو نقصان دی ، د هغه پټه تروریسټي شبکه یو فریب دی چې سیاست والو زموږ د آینده بیرولو په خاطر را ته مجسم کړی ده حال دا چې د القاعده په نوم هیڅ شئ هم وجود نلری. د کرټیس دغه مستنده ادعا پخپله د بوش مرستیال ډیک چینی هم تائیدوي ځکه هغه د تروریزم سره د جنګ په هکله ویلې دی چې « پدې جنګ کې موږ د سایو سره جنګیږو.» جوسن برګ د ۲۰۰۴ په مې کې په « فارن پالیسی» کې لیکی : « القاعده چې په افغانستان کې څه جوړ کړی وو هغه ټول تباه سوی دی او اعضاوی یې ټول تیت او پرک سول، یا ونیول سول او یا هم ووژل سول. اوس اسلامي جنګیالي هیڅ مرکزي پناه ګاه نلری مګر بیا هم القاعده ایزم د هرې ورځې سره په کلکه تړل کیږی او راښودل کیږی.»   مشهور امریکایی یهود « نوام چومسکی» چې د امریکا پر بهرنۍ تګلاره د انتقاد نړیوال شهرت لری دا ثابتوی چې « د تروریزم پر ضد جنګ اصلاْ وجود نلری » دئ وایی چې د بوش ترواکمنیدو وروسته په عام ډول او پر عراق تر حملې وروسته په خاص ډول دغسې حملې زیاتې سویدی چې سي آی اې او نورو استخباراتو د هغو پیش بینی هم کړی وه. چومسکي وایی چې « د همدې تروریزم پر ضد جګړی نور ترور هم وزیږاوه او هغه یې لا هم پسې خپور کړ.» دئ نتیجه اخلی چې « پر نفتو غیږ راګرځول د تروریزم تر خطر ډیره مهمه وه. داګټی عملي او د ترور تهدید نظری جنبه لری.... او اصلي حقیقت دا دی چې د ترور پر ضد جګړه اصلاْ نشته ده.»  واشنګټن د همدغسی تخیلي بلا په مقابل کې ستره پوځي بودجه تخصیصوی چې ساری یې د امریکا په تاریخ کې نه لیدل کیږی. د ۲۰۰۶ مالی کال لپاره د امریکا پوځي بودجه (۳ر۴۰۴) بلیونه ډالره ده حال دا چې د ۲۰۰۷ مالي کال لپاره به چې د سږ کال د اکتوبر د لومړۍ نېټې څخه پیلیږی هغه (۳ر۴۳۹) بلیونه ډالره وی. دغه ستره نظامي بودجه د هغسې سترې « بلا» په مقابل کې تخصیص کیږی چې هیڅ ظاهري وجود نلری او د هغې پواسطه ځانته عجیب او غریب « تهدیدونه» جوړوي. واشنګټن پدې کار سره د امریکا عام المنفعه کارونه او خدمتونه د بحران خوا ته روان کړیدی. په ۲۰۰۵ کې د امریکا بودجوي کسر ( ۳۱۹ ) بلیونه ډالره و حال دا چې په ۲۰۰۶ کې دا نقصان (۴۲۳) بلیونه ډالرو ته ورسید. امریکایان حق په جانبه دی چې وایی مرکزي حکومت د دوي حق په دفاع وزارت باندې خوری. خکه تعلیم او تربیې ته (۴۲) بلیونه ډالره، کورجوړولو ته (۲۶) بلیونه ډالره، کوچنیانو ته ( ۶) بلیونه ډالره او دفاع ته (۳ر۴۰۴) بلیونه ډالره ورکول کیږی. آیا ملی ارجعیت دونه کمزوره او پوځي اړخ دونه عاجل دی ؟ همدا علت دی چې د امریکا څه باندې ( ۴۰) ملیونه وګړی چې په دې کې لس میلیونه کوچنیان هم شامل دی روغتیایی بیمه نلری.  د نړۍ په ګوت ګوت کې د امریکا د لاس اچونو او ننوتنو څخه داسې ښکاری چې دا هیواد غواړي هیوادونه ونیسی، دولتونه چپه کړی، رژیمونه مسلط کړی او هرڅه د ځان کړی. دغسې هدف ته رسیدل د دفاع د وزارت او سي آی اې پر ذمه دی او ځکه نو د هغو دواړو بودجی خورا ستری وي. واشنګټن په ۲۰۰۱ کې افغانستان اشغال کړ او هلته یې خپل ګوډاګی رژیم نصب کړ. په ۲۰۰۳ کې یې عراق پسې ونیو او هلته یې هم خپل لاس کښینولې رژيم مسلط کړ. خو نن داسې ښکاري چې امریکا پدې دواړو هیوادو کې د لویو امنیتي او اقتصادي مشکلاتو او پوځي تلفاتو سره مخامخ ده چې په آسانه به ترې بیغمه نسی. علایم ښئ چې ورپسې ښايې د ایران نوبت وی چې سوریه به هم د واشنګټن مابعده هدف وی. کاندولیزا رایس یوه اوونۍ وړاندې وویل چې « ایران د نړۍ لپاره یوازینئ ستر خطر دی.» چې ګواکی چاره یې باید وسی.  نن موږ ګورو چې ایران، سوریه ، شمالي کوریا، کیوبا، وینزویلا او فلسطین د واشنګټن سره اوبه غلبیل کوی او هر یو خپلې شيې ورځې حسابوي. د جنوبي آسیا منځني ختیځ، لاتینې امریکا افریقا او لیری ختیځ هیوادونه بیا د واشنګټن د احترام لپاره شپه او ورځ د تعظیم په حال کې دی. خو له بلې خوا ګورو چې امریکایی ولس شپه او ورځ د یوې داسې « بلا» څخه نا آرامه دی چې هغه هیڅ کوم ظاهري وجود نلری او داسې ښکاري چې هيڅکله به لدی تخیلی بلا څخه پر قراره هم نسی.  هو، امریکا د القاعده څخه بیریږی حال دا چې نړۍ بیا پخپله د امریکا څخه بیریږی او له ویری به دا ویره آن تر قیامته روانه وی. دافغان رسالې د ۸۳ ګنې څخه ", له ویری وېره ! 2514,," د کندهار والى خالد نن مازديګر يوې خبرې ناستې ته وويل دهغو ګډوفوځى عملياتو په ترځ کې چې په دغه ولايت کې تر سره شوي دي ، د زيړى او پنجوايى ولسواليو کې٩ تنه مخالف جنګيالى وژل شوي ، ٧ تنه ټپيان او ١٢ تنه نور ژوندى نيول شوي دي .ده ويل د ملى اردو ،پوليسو او ايتلافى ځواکونو ګډ فوځى عمليات لا هم دوام لري او په نيول شوو کسانو کې د طالبانو مشران هم شته او يوه اندازه وسلې يې هم لاس ته راوړې دي .خالد وويل د عملياتو په بهير کې د دولت ٣ تنه عسکر تپيان شوي دي . ",کندهار کې ٩ تنه مخالف جنګيالى مړه٧ ټپيان شوي 2515,," د ننګرها دپوليسو وياند عبدالغفور منلې چې نن شپه د جلال اباد هوايي ډګر ته څيرمه ٣ توغندي پريوتى دي ، چې هيڅ ډول ځانى او مالى زيان نه لري، ده بينوا ته وويل دوه توغندى چاودلى او يو يې نه دى چاوديلى . ",جلال اباد هوايي ډګر ته توغندي لګيدلى دى 2516,," د پکتيکا د برمل ولسوالۍ د انګورو اډه کې ددولت او مخاف جنګياليو ترمينځ نن شپه سخته جګړه شوې ده . د پکتيکا والى اکرم خپلواک بينوا سره په خبرو کې ددغې جګړې پخلۍ کړى ا ووايي چې ددوى ځواکونو ته هيڅ ډول زيان نه دى رسيدلى او دشمن له سيمى څخه د پولې هغې خوا تښتيدلى دى . ده وويل د بريد په ترڅ کې له دښمن څخه ډيره وسله پاتې ده او اټکل کيږى چې بريد کوونکو ته ډير زيان رسيدلى دى . جګړې څلور ساعته دوام کړى دى. ",د انګورو اډه کې درنده جګړه شوې ده 2517,," طالبانو زابل کې د روشن د ګرځنده ټيلفون د کمپنۍ يو انجينير تښتولى دى .د زابل د والى وياندګلاب شاه دا خبره منلې او وايې چې نوموړى انجينير د جمعې مازديګر د شاجوى د حسن کاريز له سميې څخه تښتول شوى دى .طالبانو د نوموړى د تښتولو پړه منلې او وايي چې يو خوندى ځاى ته ليږدول شوي دي . ",يو هندى انجينير زابل کې تښتول شوى دى 2518,," د غزنى د اندړ ولسوالۍ د پوليسو مشر د اخند خيلو په سيمه کې د يو وسله وال بريد څخه ژوندى پاتې شوى دى . دغزنى ولايت د پوليسو مشر منلې چې د اندړو په امنيه قوماندان باندې وسله وال بريد شو ى دى او دوى په دې اړوند په سيمه کې پلټنې پيل کړي دي . ",غزنى کې دپوليسويومشرله وسله وال بريدڅخه بچ شوى 2519,," په زابل ولايت کې د طالبانو له خوا تښتول شوی انجنير ووژل شو. د زابل ولايت د امنيې قوماندان په وينا، د روشن مخابراتي شرکت پورې د اړوند کارکوونکي، سريا نارايڼ سر پرې کړل شوی مړی د غزني زابل لويې لارې په اوږدو کې موندل شوی دی. نوموړی هندی انجنير وړمه ورځ په شهر صفا ولسوالۍ کې د ناپيژاندو کسانو له خوا تښتول شوی وو چې وروسته يې طالبانو د تښتولو پړه پر غاړه واخيسته. ويل کيږي چې د نوموړي د ازاديدو په اړه طالبانو کوم وړانديز نه وو کړی. ",طالبانو دبرمته شوي انجنير سر پرې کړ. 2520,," د طالبانو ي وياند قاري يوسف نن سهارخبري رسنيو ته ويلى : هند انجينير هغه مهال د دوى د پلويانو له خوا په ډز ووژل شو چې تيښته يې کړې وه . د زابل امنيتى چارواکو د شاه جوى ولسوالى کې يو مړى پيدا کړى چې تر ډيره بريده به د تښتول شوي انجينير وي . مړى کابل ته دطبى څيړنو په مخه ليږدل شوي دي . نوموړى هندى انجينير چې ساريا نارين نوميږى د جمعې په ورځ وتښتول شو. نوموړى د روشن د ګرځنده ټيلفون له پاره دبحرين هېواد د المويد له کمپنى سره کار کوو .د هند لومړى وزير من موهن سنګه ددغه هندى انجينير په وژنه سخت خفه شوى او دا يې يو غير اسلامى عمل بللى دى او سخته غندنه يې کړې ده . طالبانو ګواښ کړى وو ، که چيرې په ٢٤ ساعتو کې هندى کارکونکى له افغانستان نه ونوزى دغه هندى انجينير به ووژنى . ",هندي انجينير وژل شوي دي . 2521,," د افغانستان سترې محکمې پرون په يوه ځانګړې قضايي ناسته کې د اساسى قانون ١٠٦ ماده تفسير کړه او دهغو له مخې يې د افغان ولسمشر حامد کرزى د ٣ تونومول شوو زيرانو د منلو پريکړه وکړه . له دې وړاندې د ولسى جرګې استازى و نه توانيدل د مخابراتو ، کډوالو او ښار جوړولود وزيرانو د رايو په سر سره سلا شي . ",سترې محکمې د٣ تنو وزيرانو د منلو پريکړه وکړه 2522,," تيره شپه دافغان دولتى ځواکونو او مخالف جنګياليو ترمينځ د غزنى ولايت د ګيرو ولسوالۍ کې جګړه شوې ده ، چې د مرګ او ژوبلې په اړوند يې کره مالومات نشته . د غزنى د پوليسو مشر بينوا ته وويل په جګړه کې يو طالب وژل شوي دي او ددوى ځواکونو ته زيان نه دى رسيدلى . د طالب اورپکو يو وياندداکتر حنيف بياخبرى رسنيو ته ويلى چې پلويانو يې تيره شپه په يو وسله ال بريد کې ولسوالۍ نيولى او سوځولې ده . ",د غزنى دګيرو په ولسوالۍ کې جګړه شوې ده 2523,عبدالعزيز غيرت,"   ټوله، ټوله په غمو کې لويه شوې دغه ښکلې په سلګو کې لويه شوې ده زما د خوږ وطن سوالګره پيغله د باروتو په ګردو کې لويه شوې د ژوندون تصوير يې ټول زخمي، زخمي دى د سرو وينو په څپو کې لويه شوې ټول خويونه يې ملالۍ ته پاتې کيږي مجاهده ده په غرو کې لويه شوې له ښکلا يې سل کرته صدقه شم د آرم په ښاپيرو کې لويه شوې څه پوهيږي د وطن په تورو،سپينو د پاريس په شنو او سرو کې لويه شوې د وفا تمه ترې مه کوه غيرته ! د ماهي غوندې اوبو کې لويه شوې   ",د ژوند تصوير 2524,عبدالعزيز غيرت,"   پيژندلى له پخوانه ټول جهان يم آريانايم خراسان ، افغانستات يم داچې دومره ستراعزازراته حاصل دى ننګيالى دزمانې يمه افغان يم مونږپه خپلوکې په خپله ښه پوهيږو ته مې څه کوې غريب يمه که خان يم هسې تشه تيږه پروت پرزمکه نه يم اباسين يمه په ورو.ورو درروان يم په نرمۍ کې دنسيم خوږه وږمه يم په سختۍ کې بيايوسخت غوندې توپان يم ګوره مه کړه په زهيرو زړونولوبې وخته زه هم ديوچادزړه ارمان يم دا اوږده .اوږده لا سونه خيردچادي داسې ټيګ چې دې نيولى له ګريوان يم نه مې جرم نه ګناه شته هسې سوزم داڅه ګيرپه عجيبه شان امتحان يم ويښومه خپل ويده ورونه له خوابه زه غيرت يوبلا لي غوندې اذان يم                                                                                                                                                                                                                  رحيم ګل څاروان ",بلا لي اذان 2525,نعمان دوست کابل," ان له سهاره دقوې دراتلو اوازه وه ، دکلي پېغلې او ځوانې ميرمنې له خپلو ماشومانواو قيمتي شيانو سره ليکه – ليکه دغره په لور روانې وې . شېبه پس کلي له ځوانو ښځو او ميرمنو تش شو .  مجاهدين يو- يو له خپلو کورونو  را وته او دټوپک شپيلۍ يې لمر ځلولې . چنار لاندې سره راټول شول . چا خپلې وسلې پاکولې  چا  شاژورونه ډکول  او چا په چانټو ګوتې وهلې . قوماندان چې دچنار ډډ ته يې ډډه وهلې وه ، په خپله ماشينداره يې غوړه لته راتېره کړه ، دوه درې ځلې لټ راکش کړ او چې هر وار ترې  اخوا دېخوا مرمۍ ولوېدې نو بريتونو لاندې موسکى  شو .  بېرته يې شاژور کې کېښودې ، قيد يې وواهه راکټ يې له منځه راجګ کړ او بيايې وويل  : هلکو ! ماڅو کرته ويلي چې ترڅو امر شوى نه وي نو ډزې مکوئ ، خو تاسو هغه وخت په ځان نه پوهېږئ ، له قوماندې مخکې شاژورونه تش کړئ . داځل به داسې نه وي ، اوازې دي چې قوه لويه ده ، که په تخنيک ونه جنګېږو تباه کېږو . راکټ يې نور هم جګ کړ : او ل  ډز به  دهمده وي او بيا ... لايې خبره پوره کړې نه وه  چې توريالى راوړاندې شو :  قو ماندان صيب ! څو کرته مې درته ويلي ، داځل چې هر څنګه وي راکټ به ماته راکوې  او بيا يې خپل پنځه ډزي  ټوپک ته چې په شپيلۍ کې يې سره ځونډې بند و لاس ونيو : زه نور دا اوږده بلا نه شم ګرځولای  . ابله قوه کې مې څو مرمۍ ټانک پرې وويشت دکاپر زوى والله که پرې خبر  و ، ترڅو ترې شنې لوخړې پورته نه کړم  زړه مې نه يخيږي .    قو ماندان خپلو مجاهدينو ته مخ واړو :  توريالى له ډېره وخته راپسې دى . څو ځلې راته ويلي ، ښه زړوردي ، خو په راکټ مې زړه نه کېږي . سم راته په سُر برابر نه ښکاري . هسې نه يا ځان ژوبل کړي او يا مو له دې يوه راکټه خلاص کړي .  توريالي سترګې سرې شوې ، ټولو ته يې بدې بدې وکتلې او بيا دستې چانټه له ټټره خلاصه کړه ، ټوپک يې کېښود  او په تلو – تلو کې دګوتې په خوځولو سره وويل : يابه بې سُره توريالى نن خپل سرخوري اويا به ...  قو ماندان څو غږونه ورپسې وکړل ، خو ده يوازې راکټ دې په تاسو مبارک وي  ووې او دونو په منځ کې ورک شو .  دماسپښين اذانونو ته لا وخت پاتې وه چې ، د شوبلو ډوب – ډوب غږ ونه راورسېدل  .  مجاهدينو د د عا لپې پورته کړې او بيا دسترګو په رپ کې ټاکلو ځايونو ته ورسېدل .   دهغوي له رسېدو سره سم څو چورلکۍ  را واوښتې او په شاوخوا سيمو يې  دسکرټو باران جوړ کړ .  څو دورې يې ووهلې او بيا بېرته له سترګو پناه شوې . دټانګونو غږونه رانږدې شول ، سړک ته دنږدې کورونو ښيښې په جړقېدو شوې . توريالي هم له خپل زوړګيلن سره ځان وروسولى و او له سړک نه لاندې بوټو کې پټ و . دکتار د اول سر ټانکونه او څو پوځي موټر تېر شول ، خو لا يو خړ ټانګ له دوه موټر و سره پاته وو ، ورو- ورو رانږدې کېدل او دتوريالي وينه هم په خوټېدو وه .  لا پناه شوي نه وو چې دراکټ ډز نږدې غره داسې په شوق بدرګه کړ تا به وې ده هم په خپله لمن کې سورمخوته يرغلګرو ته زړه ډک و .  ورپسې دماشيندارو غږونه پورته شول ، ځينې موټر به څو ګامه په يوه ډډه روان و او بيا به په ګړنګونو کې ورک شول . له  پوځي موټرو شېبه په شېبه  شنې لوخړې پورته کېدې او پر سړک يې خولې ښخولې .  ورپسې ټانګانو کې ناستو کسانو چې دخپل سره انقلاب دپرمختګ  ضد عناصر يې تورو کندو ته لېږل ، په سړک کې پاتې موټرکندو ته غورځول او په تېښته کې يې دپرمختک لاره ځانته اواروله .  شېبه وروسته ، دسړک دواړه غاړې له اوسپنيزو خوليو او اوږدو  موزو  ډکې شوې .دګڼو ګروپونو له خوا ډزې روانې وې ، شنو لوګيو يو بل اسمان جوړ کړى و . وروستى ټانګ زړه نازړه توريالي خواته راورسېد خو چې کله يې په هوا کې دلوګيو ننداره وکړه ، چينونه يې سست شول ، دمخې تاوولو په لټه کې شو ، توريالي حوصله بايلوله ، دتکبير له زړه لړزونکى غږ سره پرې ور وخوت ،  ګيلن نه يې سر لرې کړ  ، راټيټ يې کړ او بيا له اور لګيت نه پلته راوويسته .  په ټانګ کې ناستو کسانو چې له خلاص سرنه دا ننداره وکړه ، سترګې سپينې واوښتې  دلاسونو په جګولو سره يې  د دوست دوست چيغې پورته کړل . توريالي چې  دګيلن خوله يې هماغه شان ټيټه نيولې وه په اشاره يې ټانګ  ته له سړکه  نه دکوزيدو امر وکړ ، ټانګ لاندې پټيو کې ودرېد اودټانګ ناست درې واړه کسان چې لاسونه يې جګ نيولي وو له هغه سره کلي ته راغلل . مازيګر لمر په پريوتو وو چې ډزې غلې شوې ، دقوې پاتې کسانو او موټر په تېښته ځانونه ولايت ته ورسول ، شيبه پس خړ پړ مجاهدين چې پر شونډو يې دغرور موسکا خوره وه له نوو ماشيندارو او لاس تړلو سور مخو سره راورسېدل .   د قوماندان چې په پټې کې په ټانګ سترګې ونښتې  ودرېد ، راکټ پسې سترګې وګرځولې خو چې کله يې توريالى له نوو کسانو او کليوالو سره وليد مخکې راغى ، توريالى پرې غږ کړ : قو ماندان صيب ودې ليد بې سُره  توريالى ؟  قو ماندان او مجاهدين هک پک وو ، ناستو درې واړو هم هرچاته شنې سترګې اړولې او لړزېدل .  قوماندان يو ځل بيا په پټي کې ولاړ ټانګ او توريالي ته وکتل  او لايې پوښتنه نه وه کړې چې هغه ټوله کيسه تېره کړه .  قو ماندان نور هم ورنږدې شو : ښه نو په دې لنډ او تنګ وخت کې دې پطرول  له کومه کړل ؟ توريالى له خندا شين شو ، ګيلن يې پر سر واړو او چې کله يې ترې دوه درې غټ غړپونه وکړل  نو د سور مخو رنګونه لاپسې سره شول  ، يوبل ته يې مړې وکتلې او سرونه يې ښکته واچول .   ",زوړ ګېلن 2526,," افغان ولس مشر حامد کرزى د جمعې په ورځ د مجاهدينو د برياد څورلسم تلين د جشن په وياړ د وينا په ترځ کې يو ځل بيا له طالبانو وغوښتل چې وسله په ځمکه کيږدي او له دولت سره يو ځاى شي کرزي څرګنده کړه که څه هم په افغانستان کې د القاعده او طالبانو وا کمنى ختمه شوې خو بيا هم افغانان وژل کيږي او دهېواد او سولې دښمنان ښوونځىاو جوماتونه سوځوي او دهېوادښوونکى ، روحانيون او پوه کسان وژني .ده وويل که د طالب ، عالم او عسکر په نامه څوک وژل کيږي ټول افغانان دي چې دا ټول د يوې تنطيم شوې مخکيني تګلارې قربانيان دي. افغان ولسمشر په داسې حال کې خپله وينا اوروله چې د وسله وال فوځ ، ملى پوليسو دلګى او دمعيوبينو او معلولينو ډلې وروسته د لوژ دمخې يو پر بل پسې تيريدل او په هوا کې يې چورلکو ملتيا کوله .همداشان کرزي د شنبې په ورځ د کابل د غازى لوبغاړى په ډګر کې د زرګونو زده کونکو او روزنکو په وړاندې د پوهنې د ورځې په مناسبت خپله وينا وکړه او ټينګار يې وکړ چې زده کړې وکړى تر څو افغانستان نورو ته اړ نه شي . ده وويل د افغانستان ښوونځى د دښمنانو له لوري سوځول کيږي او د حيرانتيا خبر خو داده چې د نورو هېوادو دينى عالمان د کمپيوتر زده کړې کوي مګر زموږ بچيان په بمونو وژل کيږي .ده وويل د افغانستان دښمنان نه غواړى چې افغان ماشومان دزده کړې او ښوونځى ولري.کرزي ټينګار وکړ چې افغانان به د هغه چا په وړاندې چې د افغانستان پرمختګ او ارامى نه غواړي مبارزه وکړي ا و کاميابه به شي .کرزي په داسې مهال کې داخبرې کولې چې لږترلږ ٧٠٠٠ ښوونځى ودانۍ نه لري اود هېواد په مختلفو سيمو کې ډير شمير ښوونځيو ته اور اچول شوي دي . له بل لوري زده کوونکى شکايت کوي چې درسي کتابونه نه لري او کله نا کله د ښوونکو له زورزياتى سره مخاخ کيږي . ",کرزي طالبان له دولت سره يو ځاى کېدو ته راوبلل 2527,," د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په زابل کې د هندى انجينير وژنه غندلې او هغه يې د افغانستان د دښمنانو کار بللى دى .کرزى وويل دا دې هغو کسانو کار دى چې نه غواړى په افغانستان کې ارامى وي .د دولت وياند رحيمىپه دې اړوند د افغان ولسمشر کرزي د وژ ل شو ى انجينير کورنۍ ، د هند ولس او دولت ته د خواښينى مراتب بيان کړى دي .د ٣ ماشومانو ٤٠ کلن پلار سار يا ناريان او د مور او پلار يوازينى زوى څلور مياشتې وړاندې افغانستان ته راغلى وو . نوموړى د اترا پرديش اوسيدونکى وو.د روشن کمپنۍ يو چارواکى ويلي لا تراوسه دوى ته مړى نه دى سپارل شوى او يوه ډله کسان يې زابل ته دپلټنو په موخه استولي دي .دا دريم هندى وګړى دى چې په افغانستان کې وژل کيږي . کابل کې د روشن د دفتر مسول څرګنده کړې نوموړى سړى امنيتي کړنلارې په پام کې نه دي نيولى ا وپرته له ساتونکويې په سيمه کې تګ او راتګ کوو . دنوموړى انجينيرمړى نن سهار د ٩ بجو په شاو خوا کې د شاجوى په سيمه کې د لارې دساتونکو له خوا په داسې حالت کې پيدا شوي چې سر يې له تنې پرې شوى دى.د طالبانو يوو ياندو يلى هندى انجينير هغه مهال په ډزو ووژل شو چې د تېښتې هڅه يې کوله .د هند لومړى وزير د هندى انجينير وژنه يو غير انسانى عمل بللى اود هند له ولس نه يې غوښتى چې د ترهګرو په وړاندې يو موټى شي . ",د هندى انجينير وژنه د افغانستان ددښمنانو کاردى 2528,," تيره شپه د لوګر د برکى برک سيمه کې يو افغان چې ممحد جميل نوميږى وژل شوى دى . د طالبانو يو وياند ډاکتر حنيف خبرى رسنيو ته ويلى ، چې نوموړى يې امريکايانو ته د جاوسوسى په تور وژلى دى . دولتى چارواکو تر دم ګړى ددغه وژنې په اړوند رسمى وينا نه ده کړې . ",امريکايانو ته دجاوسوسى په توريوافغان وژل شوي 2529,,"   نن سهار دکندهار دميوند په ولسوالۍ كې طالبانو هغه ټيلر ګاډي ته اور اچولی كوم يوه چې دکندهار له هوايي اډې دامريكايي سرتيرو كانتينرونه يې هرات ته ليږدول دټلير چلونكی روغ رمټ دی. ",کندهار كې يوه ټيلر ګاډي ته اور اچول شوی 2530,,"   جنرال رحمت الله رووفي دملي اردو داتل قولي اردوقومندان خبري رسنيو ته ويلي چې نن سهار دهلمند په ولايت كې دملي اردو درې سرتيري پر خښ شوي ماين دختو له امله وژل شوي او نور دوه تنه ټپيان شوي.  ",هلمند كې دملي اردو درې سرتيري وژل شوي. 2531,شفق حکیمي کابل," راشه پسرلیه شنوډاگوسره راځه دمینی محبت له پیغاموسره راځه   دسروگلونوبڼ ته بیا گلان دمیني راوړه دمستوپه خنداکي اتڼوسره راځه   هرگل وته شبنم دوحدت راوړه له رشتیني هرچاه ته مسیحاشه امیدوسره راځه   هیځکله مودې بڼ ته بیاخزان کله رامشه نسیم دسبایې تل له خوشبوسره راځه   شورچي دبلبلوپه چمن دمحبت شي ( شفقه ) فيصلې ته له جرگو سره راځه",دامیدونوپسرلی 2532,," ", 2533,پښتونځار," ميدان ښار، ثور۱۰- ۱۳۸۴هـ ش:دوه ورځنى وركشاپ چې دراتلونكو پنځوكلونو د انكشافي پلان په اړه دميدان وردګوولايت په ښاروالۍ كې جوړ شوى ؤ، پاى ته ورسېد. د غه سيمنار تېره ورځ ديوناما له خوا د ميدان وردګوولايت په مرسته جوړ شوى ؤ. چې پكښې د نوموړي ولايت د ټولوولسواليو ولسوالانو، دولايتي شورا ټولو غړيو، دمرستندويو ټولنو استازيو،ددولتي اداروټولورئيسانو، له ميدانوردګوولايت څخه دولسي جرګې استازې اغلې روښانك، قومي مشرانو، عالمانو اونوروگڼوچارواكو برخه اخستې وه. په دغه  دوه ورځني سيمنار كې دراتلونكو پنځو كلونو هغه پلان چې له مخكې نه دميدان وردګودولايت دمقام او اړوندو سكټورونو له خوا جوړ شوى ؤ، راوسپړدل شو. په اړه ېې په ډليزه توګه دمختلفو سكټورنو له خوا نظرونه تبادله شول. څه نيمګړتياوې ېې چې لرلې هغه لرې ، او هغه ستونزې چې په پلان كې ورته ځاى نه، ؤ وركړل شوى ، دډليزكار په نتيجه كې په پلان كې ننوېستل شوې.  همدارنګه  دراروانو پنځو كلونو پر اهدافو او هغوى ته درسېدو پر لارو خبرې وشوې. هغه ستونزې چې  ګواكې پنځه كالو كې به اهدافو ته   درسېدو په لارو كې خنډ  وګرځي  وشربل شوې. او دحل پرچاروېې  په ډليزه او ځانګړي ډول خبرې  وشوې.   دوركشاپ په پاى كې دميدان وردګوولايت والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي  دخپلې وينا په ترڅ كې وويل::``تاسې چې كوم موضوعات دلته بحث كړي، زه چې كوم كلي ته تلى يم، له هر چاسره مې كتلي، نو دهغوى همدغه خواهشات دي. مكتب دې جوړ شي، سړك دې جوړشي، بند دې جوړ شي او  روغتون دې جوړ شي.....ولس  كار غواړي ، بايد دزړه له كومې كار  ورته وشي!!!!!... وركشاپ دبيا رغونې اساس دى، او دهر شي لپاره يو اساس ته اړتيا ده... ددې وركشاپ يوه ګټه داده چې په دې كې دسكتورنو تر منځ  دوګانه ګي له منځه ځي،  مثلا هغه پروژې چې ابيارۍ په پلان كې نيولي وي، هغه ځينې وخت انكشاف دهات هم له ځان سرۀ نيولي وي، چې ددې ډول سيمنارونو په جوړولو، او يو له بل سره دمعلوماتو په تبادله كول كې  دغه دوګانګي له منځه ځي..... هر هغه شى چې نن جوړوو، دغه بايد دكلو، كلو لپاره وي ، داسې نه شي چې نن ېې جوړ كړو او سبا خراب وي  او سبا ېې بيار غونې او جوړونې ته ضرورت پېښ شي!..... هيله لرم دغه څه چې دلته ورباندې تاسې غږېدلي ياست، دغه دهېواد دابادۍ  او ديوه اغېزمن پلان سبب شي ``  ديادونې وړ ده چې په مركزي ولايتونو په كتاركې په كابل پسې ميدان وردګ دوهم ولايت دى چې، دانكشاپي پلان په اړه پكښې مشورتي وركشاپ جوړ شو.     ",وردګ : دوه ورځنی انکشافي ورکشاپ پای ته ورسېد 2534,هارون خپل," جهان ټوله روښان ګورم په حُسن د نِګــار يـو جلوې يې پر شپږ لورو جلوه ګر يې د انوار يو   په رنګ د بې رنګۍ يې څه رنګين جهان بــر پا کـړ د مُشکو،رنګېنيو پر عالم رنګرېز، عطــار يو   نغمې د بقأ ګډي يې څپو کي د بحرونـو  څپو کي نوی نوی دی ژوندون، هستي، کـرار يــــــو   هوښيار پر ساحِل ناست يې د ځګونو ننداره کړي بې سد لکه غواص ګوره غوټه په لوی ابحـار يـو   حِجاب کي ننوتې له کــــوردل،غـــــافــــِل، خـــودبينــو رِندانو باطِن بينو بربنډ وکوت دا دِلدار يـو   جلال او مهابت يې مځکه ، غرونه رېــز مرېز کـړي جمال يې روح پرور د هر ګُـــــــل بـــــوټي او بهــار يـو   هرچاکچکول په لاس کي پر درګاه يې دروېزه کـــړي څوک حُور غواړي قصرونه څوک مينه او ديــــــــدار يــو   د هِجر په لمبو سوي باران د وِصـال غـواړي واصِــل يې ځان ايرې کړي د فنا په سره انګار يـو   دعِشق په سمندر کي به ځان ډوب کړي اخير ګـوره! هر مست چي وي روان د سيند پر غاړه يا انهــار يــــو   تامې ، زبون  حريص   ته د غنا ګنــــــــج کله رســي نصيب چيري ښاغلی ددې خوارو پـــــه دربـــــار يـــــــــــــو   هارونه که د زړه پر پټي موج د ګُــلو غـواړې دې حريم کي د يار مه پرېږده اغــيار يـــو ",يــــــــــــــــــــو 2535,بېنوا خپرنيزه څانګه," که غواړﺉ چي : د ليکوال له خوا يو نوی ليکل شوی کتاب ښه بازار پيدا کړي . کتابونه ډېر وخت د کتاب خپرونکي سره په زېرمتون کي پاته نه سي . که کتاب ژباړل شوی وي ، نو کوم بل ليکوال يې په بې خبري بيا ونه ژباړي . زموږ ، ستاسو او ټول ولس د پوهي کچه لوړه شي او د پوهي دخاوندانو يو له بل سره اړيکي پيدا سي . بېنوا ويبپاڼي ته د خپلو نوو چاپ شويو کتابونو د مخ عکس ( تصوير ) او د کتاب لنډه پيژندنه د کتاب د ترلاسه کولو د پتي او بيي سره يو ځای راواستوی . بېنوا ويبپاڼه به ستاسو له خوا راغلی د کتاب مالومات په کتابونه دريابونه کي پرليکه کړي ، تر څو مينه وال يې په اساني سره ترلاسه کړای سي . کتابونه دريابونه وګورﺉ همدا ډول دخپلو اونيزو مياشتنيو او مهالنيو دخپرېدو خبر هم د بېنوا ويبپاڼي له لاري خپور کړﺉ                                                                        له دې ځايه موږته وليکی ",کتاب چي چاپ شي ، موږ ترې خبر کړﺉ ! 2536,," امريکايي وګړى( ادوارد کاربالو) چې دوه کاله وړاندې له خپلو دوو تنو انډيوالانو سره په کابل کې د شخصى جيل په لرلو په دوه کاله اودوومياشتې بند محکوم شوى وو ، د افغان ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې د مجاهدينو د برياليتوب د څوارلسمې کليزې په مناسبت نن د څرخى پله له جيل څخه خوشى او بې له درنګه د کام اير په الوتکه کې له کابل څخه ووت . نوموړى ته د دې اجازه نه وه ورکړل شوې ترڅو له هغو خبريالانو سره چې د کابل په هوايي ډګر کې يې انتظار درلود ، وګورى او خبرې وکړي .د نوموړى امريکايي دبند موده لا نه وه بشپړه شوي چې له بند څخه خوشى شو . ",يو امريکايى د کرزي د فرمان له مخې خوشى شو 2537,," د سرپل ولايت د پوليسو مشر جنرال فهيمى بينوا ته وويل ځواکونو يې څلور تنه شکمن کسان په دغه ولايت کې د ښوونځيو د سوځولو په تور نيولى او له دوى څخه په دې اړوند پلټنې او پوښتنې روانې دي. ده وويل د هېواد دسولې او معارف دښمنانو د صياد ولسوالۍ او د مرکز په يو کلى کې ٢ لومړنيو ښوونځيو ته تيره اووړمه شپه اور اچولى دى . له دې نه وړاندې هم د بهسودو په سيمه کې يو ښوونځى سوځول شوى وو . ",سرپل کې دوه ښونځى سوځول شوي 2538,," د هلمند د بغران ولسوالۍ کې د شنبې په ورځ هغه مهال ٤ تنه دولتى پوليسو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى چې د ګزمې موټر يې د دولت د مخالفو جنګياليو تر وسله وال بريد لاندې راغلى وو. د هلمند والى د پېښې پخلى کړى دى . ",د هلمند بغران کې ٤ پوليس وژل شوي 2539,," د کندهار د ميوند ولسوالۍ د حوض مدد په سيمه کې نن سهار د ٨ بجو په شا خوا کې ديو ځانمرګى بريد ل امله ٢ تنه کانادايى عسکر ټپيان شوي دي .دغه ځانمرګى بريد هغه مهال شوى دى چې کانادايي او افغان ځواکونوموټر د هلمند له لوري د کندهار په لور روان وو . د کندهار امنيتي چارواکو د پېښې پخلۍ کړى او وايي په دې اړوند يې پلټنې پيل کړي دي. همداشان د هلمند ولايت کې د يوبمى چاودنې له امله يو تن ملکى وګړى مړ او ٢ تنه نور ټپيان شوي دي . دغه بمى بريد پرون د هلمند د مرجې ولسوالۍ کې تر سره شوي دي. ", ځانمرګى بريد کندهار کې ٢ بهرنى عسکر ټپيان کړي 2540,," د عراق په تکريت ښار کې پرون سهار د سړک پر غاړه يو ځای پر ځای شوي بم، د امريکايي ځواکونو يو موټر د اور په لمبو لاهو کړ. دا بم هغه مهال وچاوديد چې د امريکايي ځواکونو يو پوځي کاروان له سيمې څخه د تيرېدو په حال کې وو. تر دې دمه ددې پيښې د ځاني تلفاتو په اړه کوم راپور په لاس کې نشته. تکريت د عراق له پلازمينې بغداد څخه يو سلو پنځه اويا کيلو متره شمال پلو ليرې پروت ښار دی چې د دې هيواد د سني پاڅونکوونکو يو ستر مرکز شميرل کيږي. له بلې خوا د عراق په رامادي ښار کې هم د يو لړ سختو نښتو خبر ورکړل شوی چې د تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويل شوي. رامادي چې د الانبار ولايت مرکز دی، د عربو سنيانو يو تر ټولو کلک د پاڅون مرکز شميرل کيږي. امريکايي پوځيانو او د عراق دولتي ځواکونو په وروستيو څو مياشتو کې د پاڅونکوونکو د ځپلو او د عراق په لويديځه برخه کې د امنيت راوستو په موخه، يو لړ بريدونه پيل کړي دي. ",په عراق کې پر امريکايي ځواکونو بمي بريد شوی دی. 2541,,"                       دامريكې دمتحدو ايالاتو دبهرنيو چارو وزيرې ميرمن كوندوليزا رايس له CBS تلويزيوني شبكې ته ويلي كه د ايران په اړه دامنيت شورا داسې تصميم ونيسي چې متحدو ايالاتو ته دمنلو وړ نه وي نو متحد ايالات او نور هم غږي به يې يوه بله لار ونيسي نوموړې ويلي ايران بايد داټومي انرژۍ له پرمختيا او جوړونې لاس واخلي كه نه نو متحد ايالات به پرې سخت بنديزونه ولګوي. بل لور ته دايران داټومي انرژۍ مخكښ مركچي علي لاره جاني تيره ورځ دتهران دپوهنتون زده كوونكو ته ويلي هيواد به يې هيڅكله داټومي انرژۍ له پراختيا لاس وانه خلي ايران دسوليزه موخه لپاره هستوي پروګرام پرمخ بيايي.     ",رايس: ايران بايد له اټومي انرژۍ لاس واخلي. 2542,," د لغمان ولايت په مرکز مهترلام ښار کې تيره شپه د نجونو يو ښوونځي ته د ناپيژندل شويو کسانو له خوا اور ورته شو. د چارواکو په وينا، تيره شپه د دوولسو بجو په شاوخوا کې شپږ تنو وسله والو کسانو د ښوونځي ساتونکی ګواښلی او د ښوونځي ودانۍ ته يې اور اچولی دی. ويل کيږي چې په دې پيښه کې د دغه منځني ښوونځي کتابتون، اداري کوټې  او د لوست ټولګي سوځول شوي دي. په ورته وخت کې د لغمان ولايت د ملي امنيت رئيس جهان شاه ددې کار پړه پر طالبانو اچولې او ويلي يې دي چې نوموړې ډلې څلور ورځې وړاندې په دولت شاه او الينګار ولسواليو کې د نجونو د ښوونځيو پر ضد يو شمير شپې پاڼې خپرې کړې وې. خو له بلې خوا يو تن چې ځان يې غلام نبي او د طالبانو وياند معرفي کړی، رسنيو ته ويلي چې دا د هغو کار نه بلکې د پوهنې د دښمنانو کار دی. ",په لغمان کې يو ښوونځی وسوځول شو. 2543,," امنيتي چارواکو د هلمند ولايت په خانشين ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د يو تن ملکي وګړي له وژنې څخه خبر ورکړی دی. د دغو چارواکو په وينا، په دې پيښه کې طالب پاڅونکوونکو پر يو سراچه ډوله موټر باندې چې يو ملکي وګړی او يو پوليس پکې سپاره وو، بريد کړی او په پايله کې يې د يو تن ملکي وګړي د وژنې سربيره، دوه تنه نور ټپيان کړي دي. ويل کيږي چې په دې ترڅ کې ياد شوي پوليس ته کوم زيان نه دی رسيدلی. له بلې خوا د طالبانو وياند قاري محمد يوسف ويلي دي چې هغو په دې پيښه کې د پوليسو پر يو موټر بريد کړی چې په پايله کې يې دوه پوليس وژلي او موټر يې له ځانه سره غنيمت وړی دی. ",طالبانو په هلمند کې يو ملکي وګړی وژلی. 2544,," د هند تر اداره لاندې کشمير کې د پوليسو يو وياند ويلى کشميرى جدايي غوښتونکو د جامو په ٧٠ کيلومترى د (رودارا) په غرنى سيمه کې د يو کلى ٢٢ تنه هندى وګړى په ډله ايزه توګه په ډزو سره وژلى او ٥ تنه نور يې ټپيان کړي دي .و ياندو يلي بريد کونکى وړاندې له دې چې سيمې ته فوځيان ورسيږي،تښتيدلى دي . ",د کشمير په لرې پرته سيمه کې ٢٢ تنه وژل شوي دي 2545,," دعراق دولسمشر جلال الطالباني مطبوعاتي دفتر ويلي چې ولسمشر طالباني هيله لري په عراق كې له وسلوالو ډلو سره ددغه هيواد دروان كړيچ دپای ته رسولو لپاره دخبرو ميز ته له امريكايانو سره په ملتيا كښيني. دصدام حسين له پلويانو او دابومصعب الزرقاوي له ډلې پرته په عراق كې نورې ډلې هم شته چې له دولته مرورې دي خو په عراق كې دجيش الاسلامي ډلې وياند ابراهيم الشمري ويلي دغه ډله به له امريكايانو سره هيڅ جوړجاړی ونه كړي دهغه په وينا جهاد دامريكايانو دماتې ښه لار ده. ",طالباني: غواړم له اوو وسلوالو ډلو سره وغږيږم. 2546,," د سريلانکا دولتى چاراکو منلې چې ددغه هېواد په شمال ختيځه سيمه کې د دريايي ځواکونو يوې بيړۍ ته د ماين چاودنه شوې چې له امله ٤ تنه ولسى وګړى او يو فوځى وژل شوي او د ٤ تنو فوځيانو په ګډون ٨ تنه نورټپيان شوي دي.د سريلانکا فوځ د تاميل پړانګان د پېښې مسولين بللي دي. ",په سريلانکا کې چاودنې ٥ تنه وژلى دي . 2547,," د پرله پسې اورښتونو له امله په بغلان او بدخشان کې سيلابونه راوتلى او په دغو ولايتونو کې يې ډير مالى او ځانى زيانونه خلکو ته رسولي دي. د بغلان د خوست فرنګ، اندراب ، خنجان او دوشي سيمو کې د استوگنې تر ١٠٠ ډيرو کورنو ته زيان رسيدلى دى او د ٢ ماشومانو په ګډون ٦ تنه وژل شوي دي. د بدخشان د مرکز فيض اباد ښار او د درايم ولسوالۍتر مينځ هم لارې د ترافيکو په مخ تړل شوي دي او ځايي اوسيدونکى شکايت کوي چې د مرستې په موخه دولت او نړيوالې ټولنې له دوى سره څه نه دي کړي.د فارياب د ګرزيوان ولسوالۍ کۍ ١٠ کلى زيانمن شوي ا و ١٠٠ کورنه وران شوي دي. چارواکو ويلى چې دغه ولايت کې ٧ تنو د سيلابونو د راوتو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى . بيا هم تردم ګړى د قربانيانو کره شميره نه مالوميږى . ",دبغلان،بدخشان اوفارياب اوسيدونکى سيلابونو ځپلي 2548,," په کاپيسا کې د ملى امنيت چارواکو په دغه ولايت کې يوه شکمنه ميرمن له کمې وسلې او ١٦ ماينونو سره نيولې او وايى چې نوموړې ميرمن د دولت ضد ځواکونو له خوا دورانکارانو عملونو د ترسره کولو په موخه ګومارل شوې ده . ",کاپيسا کې يوه شکمنه ميرمن نيول شوې 2549,," د ولسى جرګې د نننۍ ناستې په وروستيوکې استازود کابينې د ٣ تنو نومول شوو وزيرانو په هکله د افغانستان د سر محکمې پريکړه چې د اساسى قان ١٠٦ ماده يې تفسير کړې وه ومنله او په دې ډول د مخابراتو ،ښارجوړولو او د کډوالو د چارووزيران د افغان ولسمشر د کابينې د غړو په توګه ومنل شول . ددغو ٣ وزيرانو د منلو او نه منلو په هکله د ولسى جرګې استازو ترمينځ د باور د رايو په اړوند اختلافات وو. ",د کابينى ٣ تنه وزيران ولسى جرګې ومنل 2550,," نن غرمه د ارزګان ولايت مرکز ترينکوټ کې د ايتلافى عسکرو د موټرو قطار ته نږدې بمې چاودنه شوې چې يو بهرنىعسکر او يو تن ولسى وګړى يې له امله ټپيان شوي دي.بينوا ته ددغه ولايت د پوليسو مشر د پېښې پخلۍ کړى دى او وايي په دې اړوند يې پلټنې پيل کړي دي. ددغه بريد پړه تر اوسه چا نه ده منلې . ",ترينکوټ کې چاودنه شوې ده 2551,," نن د جوزجان ولايت د اقچى ولسوالۍ کې ،دولتى پوليسو په ډزو سره ١ تن لاريون کونکى وژلى او ٤ تنه نور يې ټپيان کړي دي. لاريون د اقچې د سيند د اوبو د لانجې په سرنن ددغه ولسوالۍ په دوه لاره کې جوړ او لاريونکونکو د کرنى او څښلو د اوبو د نشتوالى په هکله غږ پورته کړى وو .پوليسو هوايي ډزې کړي چې له امله يې مرګ او ژوبله رامينځ ته شوې ده . ",په جوزجان کې ٥ تنه مظاهره کونکى ټپيان او مړه شوي 2552,," د افغانستان تر ټولو نارام ولايت هلمند کې نن د بريتانيا په لسګونو ځواکونود امريکايي ځواکونو پر ځاى خپله دنده رسماد ناتو دسوله ساتو ځواکونو په چوکات کې پيل کړه او ټاکل شوې ده ورو په ورو څه باندې ٣٠٠٠ عسکرپه دغه ولايت کې ځاى پر ځاى کړي . طالبانو له دې وړاندې ويلى ووچې هلمندبه د بريتانوى ځواکونو په هديره بدل کړي . هلمند هغه ولايت دى چې د نيشه يي توکو قاچاق،ځانمرګى بريدونه ، بمى چاودنې اود دولت د مخالف جنګياليو د فعاليتونو بيلګې په کې ډيرې تر سترګو کيږي .په همدې اړوند په دغه ولايت کې نن د پي ار ټى د ډلې مسوليت د يوې ناستې له مخې د بريتانيا ځواکونو ته وسپارل شو. ",بريتانوى ځواکونو هلمند کې دنده رسما پيل کړه 2553,و.دساپى," و.دساپى دبېنوا پښتو خدمتګارې ويبپاڼې كې د `جغتو` په نامه يو مهالنۍ خپرونه په ليكه شوېده. كله چې مې ددغې خپرونې پر خبر سترګې ورغلې. خبر ته مې ټك وركړ او راوا،مې ړاوۀ . په نيوليك كې ېې يو سرليك په دې ډول ؤ ` والي صاحب: دادوردګ مېشتو غږ دى، له مستۍ نه دى، له نېستۍ دى!`. ددې خبر په ليدوسره مې تلوسه شوه ، چې دغه مطلب وګورم.  دمطلب له راړولو وروسته مې  پر لوستلو پيل وكړ.  خو بدبختانه چې مطلب لوستل مې پيل كړل، څومره چې مخكې تلم، دمضمون خوند پيكه كېده، دتبعيض بوى ترې راڅرګندېده او دتخريبي نيوكو اړخ ېې پياوړى كېده. زه چې په خپله دميدان وردګوولايت ،ورځنى پرمختګ او دلته د لوړ پوړو چارواكو راتګ ګورم، خداى شته  ډېر خوشالېږم. او همداسې هر هغه چا چې پخوا دا، ولايت ليدلى ؤ او اوس ېې ګوري ، دخوښۍ احساس كوي. ما له ډېرونا ولده وګړيو نه په دې ګنا ه ګارو غوږو اورېدلي دي ، چې`` والي ته دې  خداى(ج) خير وركي چې ولايت ته ېې خدمت  وكه``! نو ريښتيا په دغه مطلب كې پرذكرشويو نيوكو مې خوا بده شوه، نو مې قلم  راوخيست چې دليكوال هغه نيوكې چې بې ځايه دي  او ورنه دسيميز توپير بوى راځي ( په بخښنې سره ) ورپه ګوته كړم. تر څوخپل فرض  پوره كړم!!!  نو راځئ چې په ګډه دغه نيوكې چې ددغې مهالنۍ خپرونې  په`سرليكنه` او يو ځانګړي مطلب كې راغلي   سره وګورو چې دغه دميدان وردګو دولايت په اړه سمې دي، او كه پرتبعيض ولاړې دي ؟ دمطلب ليكوال چې ځان ېې `ستانه دار` ښودلى دبيارغونې په اړه ګيله من دى،  وايي چې`` دناجوګانو دپنځو بوټو كرل، او ددولتي ادارو دلوحو بدلول دبيا رغونې دچټكتيا مانا نلري.`` ددۀ دا خبره په خپل ځاى سمه ده. خوبدبختانه ښاغلى`ستانه دار` لا له دې ناخبره دى چې يوكال وړاندې  دميدان وردګو څه حال ؤ؟ او اوس ېې څه حال دى؟ ايا يواځې ناجوګان په كې كېنول شوي او ودانۍ پكې رنګ شوي دي او كه نور هم څه په كې شويدي؟ پخوا خو ټولې ودانۍ ورانې ويجاړې وې، اداري سيستم له سره شتون ندرلود او نور هر څه همداسې درواخله!!دم ګړۍدولسواليو دټولو ودانيو بنسـټ ايښودل شوى.  دولايت مقام جوړ شوى، پنځوس بستريز روغتون فعال شوى، ميدان وردګو كې دعملياتو څانګه فعاله شوې، دچك سړك جوړ شوى، دولتي ودانيو ته غزېدلى سړك ودان شوى. په ميدا ن ښاركې په شلګونو ماركيټونه ودانېږي! ګومرك له كابل نه ميدان ښار ته رالېږدول كېږي، داداري اصلاحاتو لپاره ځاى په نخښه شوى، مكتبونه جوړ شوي، ان ددوى په خپلې ولسوالۍ( جغتو)كې دولسوالۍ دودانۍ بنسټ ايښودل شوى.  د غازي محمد جانخان لېسه جوړه شوې او دزعفرانو ازميښتي كرنه او داسې نورې پروژې په كې پيل شوي دي. اوڅو،څو ځله  والي  په خپله ددوۍ ولسوالۍ ته سفرونه كړي، چې پخوانيو واكمنانو له سره دغه ولسوالۍ ليدلې نه وه. دغه انډيوال بله ګيله لري چې ``دولتي چارواكي دستونزو دلرې كولو پرځاى ستونزې پړسوي.``زما په فكر دغه انډيوال ېې  بيخي خامه خوري! دغه ډول ستونزې  خو لكه دسپين سبا په څېر رڼې دي. چې په افغانستان كې ۲۸ كاله جنګ تېرشوى، تباهۍ رامنځته شوي. هر څه وران ويجاړدي. دغه خامۍ په يو كال كې نه بلكې په څو كلونو كې هم نه شي حل كېدلاى، يو كه له اسمان نه ورته ملايكې راولي او بيا په دوو كالو كې حل شي، كه نه نو نورخو امكان نلري!!! اداري درغلۍ به خامخا شته وي.  ټول هېواد په دغې بلا اخته دى. كه درشوت تر نامه لاندې نه وي، نو دتحفو او ډاليو تر چترۍ لاندې خو په ټول افغانستان كې  ان په مركز كابل  كې ښې پريمانه دي.ميدان وردګوولايت او نوروولايتونو كې په ګرځېدو او ددې ولايت داداري درغليو كچه له نورو سره پر كتلو نه وروسته سړى ويلى شي، چې  په ميدان وردګوكې دافغانستا ن له هر بل ولايته اداري فساد كم دى. په زغرده ويلى شم  چې دتېر كال پرتله اداري فساد۶۰ سلنه راټيټ شوى. چې دا يوه ستره لاسته راوړنه ده! او كه غواړې چې سل سلنه ېې راكم كړې، نو بيا هماغه وړاندنۍ خبره ملايكې ورته چېرته نه راپيدا كول په كار دي.!!! همدارز دا، انډيوال دځمكې په حكله ګيله لري، چې ټولې دنيا ته ځمكې وركړل شوې او دى پاتې شو! وايي چې ،`` ځمكه ېې ټوله لوړ پوړو چارواكو ته وركړې.`` نوموړى چې دكومې پروژې په اړه خبرې كوي، په دغه اړه زما دځينودوستانو له خولې والي غواړي چې دميدان وردګوولايت هغه دلوړو زده كړو خاوندان، چې نه غواړي په ميدان وردګو كې واوسي! اوكش كوي چې كابل ته لاړ شي! چې په نتيجه كې ميدان وردګ له كدرونو خالي كېږي. او ټول علمي كدرونه ترې نه نورو،ولايتونو ته كوچ كوي! نو ددې ستونزې دلرې كولو په خاطر نوموړى ښار ګوټى دلوړو زدكړو خاوندانو ته ځانګړى شوى، چى دميدان وردګو ولايت له ټولو ولسواليو څخه وګړي په كې شامل دي. دغه قدم دوالي يو سم قدم  اوابتكار دى!!  دچك دبند په اړه انډيوال خواشيني څرګنده كړې،  چې  دغه زيانمنه فابريكه تر اوسه لا نده رغول شوې. د  دغې فابريكې بيا رغول  كابو(          ) ډالرو  ته اړتيا لري. چې دپيسو دډېرښت له امله ډېر ډونران ورته زړه نه ښۀ كوي. دچك دبرېښنا دفابريكې درغولو په اړه زما دمعلوماتو مطابق تر اوسه له ډېرو ډونرانو سر كتل شوي. او هغوى ېې دبيا رغونې ژمنه كړې، چې په نږدې مهال كې به ېې نتيجه معلومه شي. ملګريو بل توردمرستو په اړه لګولى  وايي ``تربل هرولايت دلته لږې مرستې رارسيدلې دي، نو په پوره زغم چارواکي بايد دا ومني چې دمرستو اوپروژو جلبول ځانګړی استعداد اوظرفيت غواړي دا  تشې ادعاوې نه دي`` ددې ملګري دغه خبره( په بخښنې سره) بيخي په دراوغو ولاړه ده! او يو بې سراو بوله تور دى. ځكه دهر بل ولايت نه دلته ډېرې مرستې راجلب شوې دي. جنرل ايكنبيري د ائيتلافي ځواكونو قومندان ميدان وردګوته درې ځلې راغلى. همدا، اوس، اوس په جغتو ولسوالۍ كې فرانسويان كومك كوي. دناټو ملكي استازى `حكمت چتين` څو ځلې دې ولايت ته راغلي. په ټول افغانستان كې لومړۍ مسلمانه پي. ار.ټي ده چې په ميدان وردګو كې دولايتي بيارغونې چارې په غاړه اخلي.  او داسې نور ، دټولو ډونرانو او مرستندويانو ذكر بيخي ګران كار دى، خو بې له مبالغې دميدان وردګو په ۴۷ كلن تاريخ كې دومره لوړپوړي چارواكي دلته نه وو راغلي ، لكه څومره چې په تېر يو كال كې راغلي دي. كه څوك ېې نه منې ور دې شي داطلاعات او كلتور رياست ارشيف  دې وګوري! كه هر يو مرستندوى له ځان سره يوه يوه ښخته هم راوړي وي، هم دبياودانۍ لوى كار پرې شوېدى!!!  همدارنګه  ددغې  مهالنۍ خپرونې په سرليكنه كې هم  دنيوكو باران شويدى  چې خدايزده دغه مهالنۍ چلوونكي سايكولوژكي ناروغان دي او كه چا پيسې وركړيدي؟  سرليكنه كې راغلي :`` والي صاحب هم دا تصور کړی، چې ټول ولايت يوازې ميدان ښاردی. هر څه چې کوي په ميدان ښار کې يې کوي`` له دې خبرې او د مطلب له سبك او سټايل  نه داسې ښكاري، چې د خپرونې چلوونكي، بيخي  په متحد افغانستان ايمان نلري او بيخي  بنسټباله دي. په ټوله ليكنه كې وردګ دميدا ن وردګو لپاره استعمال شويدى. او له ميدان كلمې نه ېې داسې ځان ساتلى لكه هندو چې ځان  دغوايي  له غوښې نه ساتي! داخبره سمه ده چې ددې ولايت اولنى نوم ، خالي وردګ ؤ ، چې په ځينو كتابونو كې اوس هم وردګ ليكل شوي او ليكل كېږي. دغه وردګ دجهاد له بريالي كېدو، وروسته د ځايي قومندانانو له خوا په ميدان وردګوواړول شو.انقلاب ؤ په هر څه كې بدلون را غى، نو په دې خاطر دغه نوم هم ميدان وردګ اوځينې ځايونو كې وردګ ميدان  وويل شو.اوس نو په دې جنګ نه دى پكار چې بايد ددې ولايت نوم دې خالي وردګ شي، يادې  وردګ ميدان شي او ميدان وردګ دې نه وي!!! ځكه نور ډېر شيان لرو چې بايد ورته پام وكړو، نه په دې وړ ،وړو شيانو فكر كول! دددې  ملګري په خبرو كې يوه بله راز هم نغښتى دى ، وايي چې ميدان ښار خو ټول ولايت ندى،  چې هر څه  هم دغلته تر سره كېږي. ددې په ځوا ب كې بايد وويل شي، چې  اول خو هر څه يواځې په ميدان ښار كې نه ترسره كېږي ، ټول ولس بغير له تخريبكاره شاهد دى چې  په ټول ميدانوردګ كې پرمختياي پروژې پلې كېږي! خو بيا هم .زه به دومره ووايم،كه ميدان ښار، ټول ولايت ندى، خو  بې له شكه دولايت مركز دى!! په دې مركز كې يو كال وړاندې اداري سيسټم ټول وران ويجاړؤ. بډې او رشوت او ج ته رسېدلې وې. نو اول بايد اصلاح له ځانه يا مركز نه شروع  شي، بيا له  لرې ځايه! او بله خبره دا چې مركز همېش څارنځى ( controlling center) وي، كه كنټرولنګ سنټر وران ويجاړوي، نو نور ځايونه  به څنګه پرمختګ وكړي او يا به وڅارل شي؟؟! نو په دې وجه دمركز جوړول تر هر بل ځايه ضروري دي!  تېر كال دلته داسې رياستونه ول چې هډو ودانۍ ېې نلرلې، هغوى ته ودانۍ جوړې شوې،(  پر ځينو اوس هم كار روان دى) او اداري او مونېټرنګ سيستم ېې فعال شو،  ايا دا ديوه سيسټم بنـسټ ايښودل بده خبره ده؟! اوس به  اړونده چارواكي خپلې چارې په ولسواليو كې په هوساينې او شفافيت  سره تر سره كوي!!ميدان ښار ټول وګړي شاهدان دي چې ۴۷ كاله كېږي چې ميدان وردګوولايت ته دولايت درجه وركړل شوېده.  دځينو دوستانو له خولې، چې وايي يوه ورځ ديوه والي صاحب( نوم ېې نه اخلم)  دحاكميت پر مهال څو كسه  حارجي مېلمانه دولايت مقام ته راغلل،  دولايت په مقام كې دومره ځاى نه ؤ چې هغه مېلمانه  ېې پكښې كښېنولي وو. نو كوربانه ټول حيران بيران ودرېدل چې څه وكړي!!! اوس راشه چې په سلګونه مېلمانه په يوه مهال پالل كېږي، ايا دا دشكر ځاى ندى؟!!!!! په اخر كې زه دغو ورڼو ته وايم، تاسې خو به پاكستان  او ايران كې افغانې خويندې ميندې ليدلي وي ، كه ليدلي مو نه وي  دهغوى په اړه خو به مو له چا څخه ضرورڅه نا څه  اورېدلي وي! هغه  خويندې ميندې يادوم چې خپل ګلالي، ګلاي بچيان او وروڼه ېې له لاسه وركړي وو!! او سروهلې بروهلې ېې په پرديوكورونو كې مزدورۍ كولې. دپرديو خيرات ته ېې خپل پتمن پلوونه غوړلي وو!  هغه  افغانې پتمنې نجونې  به مو هم ليدلي وي ، چې دپرديو جوماتونه دروازو كې به ېې  دڅو روپيو لپاره لاسونه نيولي وو! خامخا به مو هغه افسران چې زمونږ دولس سرمايه وه، او افغانستان پرې فخر كاوه، هم داغياروله خوا ددو روپيو پر مزدوريو ليدلي وي! هغه تنكي  ځوانان  به مو هم ليدلي وي چې دودانيو  دوهم  پوړ ته به  ېې په خپلو تنكيو لاسونو په ۴۵ درجې ګرمۍ كې خښتې ګزارولې!! هغه ټول ولې  له دغو بدبختيو سره مخامخ شول!! ځوا ب ېې يواځې  زمونږ بې اتفاقي كې راټول شوى دى. ښه ته به مو ديو څو روپيو په مقابل كې بد ويل، او بد بو مو  دځاني ګټو په خاطر ښه ګڼل !!!     اوس بيا هم نه شرمېږ و چې ، دخپلو اصلي وطنوالو تخريب كوو، او هغه څوك چې دوطن اصلي بچيان دي، وطن ته خپله مور او دوطن بچيانو ته خويندې او وروڼه وايي تخريب كړوو!!! لوى خداى (ج) دې وكړي چې  دجغتو درنې مجلې چلوونكي ، حق ته حق ووايي!  دوطن نازك بچي دبيارغونې لور ته وهڅوي، دملي وحدت  لپاره كار وكړي، د چا په لمسه  خپل ضميرونه  ونه  پلوري!!!      الحمدالله  مسلمانان يو بايد دځاني ګټو په خاطردبل چا تخريب ونكړو، حق دخداى لپاره ووايو نه د ځاني گټو او ياد سياسي ملحوظاتو پربنا!!! ",داوښ په شا سپي وخوړ! 2554,," كندهار: دوشنبه سهار د ميوند ولسوالۍ په حوض مدد سيمه كي دوه تنه كاناډايان زخميان سول، په كندهار كي د ايتلافي ځواكونو وياند مېجر اينس د دې پيښي پخلى كړى دى او وايي چي دا پېښه په ځمكه كي د ښخ سوي مين له امله رامنځته سوې ده، خو په كابل كي د كورنيو چارو وزارت وياند يوسف ستانكزي خبريالانو ته ويلي چي دا ځانمرګى بريد و. ",په ميوند ولسوالي كي چاودنه 2555,," ګرشك: نن سهار د ګرشك ولسوالۍ د يخچال په سيمه كي كندهار ته روان د ملي اردو پر كاروان ځانمرګى بريد سوى دى، د ۲۰۵ اتل قول اردو كومندان جنرال رحمت الله روفي وايي چي دوى ته زيان نه دى رسېدلى، يوازي بريد كوونكى له خپل كورولا ډوله موټر سره له منځه تللى دى. ",د ملي اردو پر كاروان بريد 2556,," ارزګان: نن د اروزګان په مركز ترين كوټ كي د يوه ځانمرګي بريد له كبله دوه تنه امريكايان وژل سوي دى، دا خبره د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي خبريالانو ته كړې، نوموړى وايي چي بريد كوونكى د دوى له ډلي و او عبدالله نومېدئ، خو د اروزګان امنيه كومندان وايي چي په بريد كي څوك نه دي وژل سوي، يوازي دوه كسه ټپيان سوي دي چي يو يې امريكايي سرتېرى او بل لاروى دى.  ",په اروزګان كي ځانمرګى بريد سوى دى 2557,بېنوا خپرنيزه څانګه," د هیواد د ملی او منلی شخصیت او د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند د مشر او بنسټ ایښودنکې ، د پښتو ژبې در ښتینی پالونکې ، شاعر، لیکوال، ادیب، څېړونکې ، ژورنالست او د پښتون قامی وحدت سرلښکر دساه پوهنی ماهرارواښاد ډاکتر کبیر ستوری فاتحه په افغانستان ، امریکا او جرمني کې د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری فاتحه واخستل شوه !   کابل : د هیواد د ملی او منلی شخصیت او د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند د مشر او بنسټ ایښودنکې ، د پښتو ژبې در ښتینی پالونکې ، شاعر، لیکوال، ادیب، څېړونکې ، ژورنالست او د پښتون قامی وحدت سرلښکر دساه پوهنی ماهرارواښاد ډاکتر کبیر ستوری فاتحه دروان کال  2006  ع  د اپریل د میاشتی په 22 نېټه په کابل کې د عیدګاه په جامع جماعت کی  په دولتی ( سرکاری ) مراسمو سره واخیستل شوه. په فاتحی کې خپلوانو، دوستانو، هیوادوالو، سیاسی او ادبی ملګرو ،ملی شخصیتونو،لوړرتبه دولتی چارواکواو ګڼ شمیر مینه والودهیواد دبیلابیلو برخو څخه ګډون کړی وو. يو شمېر له راغليو مېلمنو څخه په لاندي ډول وو : د افغانستان دجمهور رئیس مرستیال او مشاور وزیر ښاغلی هدایت امین ارصلاح په کلتوری او فرهنګی چارو کې د جمهور رئیس مشاور وزیر ښاغلی زلمی هیواد مل د افغانستان د لوړو تحصیلاتو وزیر ښاغلی پوهاند ډاکتر سید امین شاه حسن یار د پوهنی وزیر ښاغلی نور محمد قرقین د مخدره موادو پر ضد د مبارزی وزیر ښاغلی حبیب الله قادری د مالی د وزارت سر پرست او اداری معین ښاغلی عبدالرزاق صمدی د جمهور رئیس صلاح کار وزیر او د کابل پوهنتون پخوانی رئس ښاغلی پوهاند عبدالسلام اعظمی د افغانستان د المپیک د کمیټی مشر او صلاح کار وزیر ښاغلی محمد انور جګدلک د کابل پوهنتون رئیس او د عدلی د وزارت صلاح کار پوهاند فاروق بشر د پوهنی پخوانی وزیر پوهاند عبدالرسول امین د پوهنی د وزارت د علمی څانګی غړی او د کابل پوهنتون استاد پوهاند دکتور محمد قاسم جمدر د کابل پوهنتون استاذان ښاغلی پوهاند ډاکتر نوراحود میرازی،  ښاغلی شیراحمد ګردیوال، ښاغلی محمد ظاهر نظام، ښاغلی لطیف الله ساپی او ښاغلی پوهنیار محمد اسماعیل يون د چاپیریال ساتنی د مستقلی اداری مرستیال دوست محمد امین د ملګرو ملتونو د یوناما د د فتر په دولتی چاروکې صلاح کار او د کورنیو چارو د وزارت پخوانی معین ښاغلی شاه محمود میاخیل د سرحداتو پخوانی وزیر لیکوال او شاعر ښاغلی سلیمان لایق د پوهنی پخوانی وزیر او د کابل پوهنتون استاد ښاغلی عبدالرشید جلیلی د کورنیو چارو د وزارت د مخابراتو او تکنالوژۍ رئس برید جنرال سید نسیم هاشمی د سرحداتو د وزارت صلاح کار ښاغلی قربان اغا د کونړ ولایت والی او مشاور وزیر ښاغلی اسدالله وفا د کورنیو چارو د وزارت د اداری چارو معین ښاغلی عبدالمالک صافی د پوهنی د وزارت اداری معین ښاغلی صدیق پتمن د معادن او صناعیو د وزارت معین انجینر محمد ابراهیم د قندهار ولایت د امنیی قوماندان ښاغلی عبدالمالک واحدی د کورنیو چارو د وزارت د ښوونی او روزنی عمومی رئیس تورن جنرال ګل نبی احمدزی د کابل ولایت امنیی قوماندان ډګر جنرال عبدالجلیل جنبش د پولیسو داکاډمۍ قوماندان ډګر جنرال سید شیراغا د کابل د ملکی هوائی ډګر قوماندان برید جنرال امین امر خیل د مجاهد اولس د جریدی مسئول او چلونکی ښاغلی محمد حسن ولسمل ښاغلی نبی فراهی ، ډګر جنرال عبدالبصیر حیدر ، ډګر جنرال حبیب الله شفیق اظغری، تورن جنرال ښاغلی سید کمال شاه، متقاعد ډګروال ښاغلی عطاواله فقیر د کابل ولایت د امنیی قوماندانۍ ددفتر رئس ښاغلی سید افندی په ولسی جرګه کې منتخب وکیلان ښاغلی ډوکتور فاروق میړنی، ښاغلی پیر بخش ګردیوال ، ښاغلی سیدهاشم فولاد، ښاغلی مولوی شهزاده  شاهد او ښاغلی شجاع الملک جلالا په افغانستان کی د نړیوال بانک مرستیال ښاغلی ارباب محمد امجد خان او د پوهنی د وزارت پخوانی معین استاد معین مرستیال باجوړی   ګډونکوونکو د خدای بخښلی ستوری روح ته دوعا وکړه، او د ارواښاد ستوری سیاسی ،قامی او ادبی خدمتونه یی وستایل اودهغه مرګ ئې پښتون قوم،هیواد او ولس ته لویه  او نه جبران کیدونکی ضایعه وګڼله. د ارواښاد د کورنۍ په استازیتوب د ارواښاد ډاکتر ستوری  مشر ورور دولسی جرګی پخوانی وکیل حاجی عبدالجلیل ملنګ ، او د  ارواښاد مشر ځوی عبدالبصیر بیدار د ګډونکونکو د راتګ او غمرازۍ څخه مننه وکړه.   امریکا: په 22.04.2006  نېټه د شنبی  ( خالی ) په ورځ د شمالی کلیفورنیا د هایوارډ په ښار کې د هیواد پیاوړی سیاستوال او لیکوال ښاغلی محمدحسن شیرزاد له خوا د اروا ښاد ډاکتر کبیر ستوری په مړینه د قران کریم ختم او فاتحه چې په کلیفور نیا کې ګڼ شمیر او سیدونکو هیوادوالو ، پوهانو شاعرانو، سیاسی او ادبی شخصیتونو پکې ګډون کړی وو تر سره شوه. په کلیفورنیا کې د افغانی کلتوری ټولنی مشر ښاغلی محمد حسن شیرزاد د ارواښاد ستوری په ژوند رڼا واچوله. قام او وطن ته ئې دده هلی ځلی او مبارزه  ئې وستایله او دده مړینه ئې ټول پښتون/ افغان ولس ته یوه ستره نه تشه او تاوان وباله. ورپسی د ارواښاد ډاکتر ستوری په یاد یوه درنه مشاعره وشوه چې د هیواد پیاوړو شاعرانو له خوا د شعر په ژبه د عقیدت، پیرزوینی او د غمشریکۍ څرګندونی وشوی.   جرمني : د روان 2006  ع کال د اپریل د میاشتی په 29  نېټه د شنبی ( خالی ) په ورځ د مازیګر د 3  بجو څخه تر 5  بجو پوری د المان د ویسیلنګ په ښار کې د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری فاتحه چې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرانو او غړو نه علاوه په اروپا کې د بیلا بیلو کلتوری ټولنو استازو د اطریش، سویډن، بلجیم، هالنډ، ډنمارک، انګلستان او د المان د لیری لیری ښارونو څخه د لر او بر پښتنو/افغانانو پوهانو، شاعرانو، ولسی مشرانو، سیاسی او ادبی سړیتوبونو ( شخصیتونو) د هیواد پخوانی وزیرانو، لوړرتبه نظامی او ملکی مامورینو، ملګرو دوستانو، خپلوانو، په بن کې د افغانستان د قنسلګرۍ استازو او قنسل ګډون کړئ و واخستل شوه. د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری روح ته دوعا وشوه. د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری په یاد د غمرازۍ او څرګندونو په کتاب کې * ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری خپل ټول ژوند پښتو او پښتونولۍ او د پښتنو یووالی ته وقف کړی و. ډیرو پښتنو ته ئې د یووالی او سیاسی بیدارۍ لاره وښودله لکه څنکه چې ارواښاد ستوری ته پښتانه ګران و هم داسی دی هم په ټولو پښتنو ګران دی او وی به. * ای د پښتونخوا د غرونو زمریه همدا ته ئې چې څه د پاسه سل کاله وروسته دی د افغان سیدجمال الدین یادونه تازه کړه او دا دی په ثبوت ورسوله چې د کونړ په خاوره کې  د افغانستان سید جمال الدین په څنګ کې تاسی هم خپل ځای ونیولو د کونړ خللک، د مشرقی ولسونه او افغانان/پښتانه په تاسی ویاړ کوی. ویاړ دی وی په تاچې ځان دی لکه د شمع وسو او خپل ولس او قام ته دی لیاری رڼا کړی. * ارواښاد ستوری یو سپیڅلی انسان ؤ چې ژوند ئې د سپیڅلتیا یوه نښه وه او مړینه ئې هم د داسی یو سپیڅلی انسان په څیروه چې ټول وطن خپل غم ورسره شریک کړ. * وعده کوو چې ستا د ارمانونو د پوره کولو د پاره به مو هلی ځلی کوو. * د پښتو د اسمان انګړ د کبیر ستوری په مرینه خالی شو، هغه ریښتنی پښتون زمونږ له څنګه لاړو. * د ارواښاد ډاکتر ستوری په مړینه سره د افغانستان د خلکو د ملی او وطن پرست شخصیتونو په شمیر کې کمبود پیدا شو. ســـــــتـــا ویــــــــنـــــه پــــــــښـــــتـــــنــه وه ســـــــــتـا مـــــــیــــنــــــه پــــــښــــتـــــنـه وه   تـــــه زمــــــا د ســـــــــر شـــــــــمــــلـــه وی تــــــه زمـــــــــا د شــــــــــمــــــلــــــــی وږی   * د ډاکتر کبیر ستوری خاطرات زمونږ سره تل موجود دی. ډاکتر کبیر ستوری حقیقتآ د یوه ځلندونکی ستوری په شان د پښتونخوا په تاریخ کې خپل ځان پریښود په پښتو مین او دپاک او صادق زړه خاوند ؤ. * پوهان ادیبان او شاعران ملی شخصیتونه تل ژوندی وی. ارواښاد ستوری تل ژوندی دی د هغه پښتنی سیاسی فکر او نظریه به مونږ وړاندی بوزو. * ډاکتر ستوری د پښتون قام د بخت ستوری ؤ د هغه افکار ژوندی وی . * ډاکتر ستوری یو ایډیالست ، پښتون، مسلمان هومانست و ده د خپلو ایډیالونو د پاره ژوند کاوه. په خپله عقیده او لاره کې هیڅ ډول کامپرومس ته تیار نه و. دی یو مهربان او با حوصله شخصیت و. دده مړینه ډیره بی وخته وه خود پښتنو لویه بدمرغی پدی کې ده چې ددی قام مهم شخصیتونه تل د دوۍ د تاریخ په ډیرو حساسو وختونو کې له دونیا تللی. * زما د تګ لاری پیاوړی ، زړه ور، غیرتمن، ملی او علمی لوړ شخصیت دلری او بری پښتونخوا ځلیدونکی ستوری ولوید. زړه مـــــی پــــه ویــــــر کـــې مـــبـــــتــلا شــــــونا جـــــــــرمـــــــــنـــــی واړه پـــــــــه ژړا شــــــــــونا چـې افــغــان لــــوړ ســـتــوری تــیـر لـه دونـیا شـونا * مرحوم ډاکتر کبیر ستوری چې د خپل عمر ډیره زیاته برخه ئې د هیواد او خصوصآ د لر او بر پښتنو ته په چوپړ کې تیر کړی او اوږده مبارزه ئې کړی ده دده سیاسی مبارزه د ټولو افغانانو او خصوصآ د پښتنو لپاره یو ستر سرمشق دی پښتانه به د ستوری صاصب لاره په کلکه تعقیبوی. * د ډاکتر ستوری مړینه په پښتون لوی قام کې لویه تشه بولم پدی هیله چې د پښتون قام ستوری د همدی ( ستوری) په څیر وځلیږی. ډاکتر کبیر ستوری دانسانیت او شرافت غوره نمونه وه او د افغان/ پښتون ولس لپاره د ټولنیزی ولسواکۍ ټینګ غوښتونکی و. * محترم ماما : خدای دی وکړی چې پښتون ولس کې ستا په شان ډیر داسی کسان پیدا شی. * ګران ماما صاحب: خدای دی خاوری درسره هم وبښی ډیر بی وخته رانه لاړی پښتانه یو خل بیا یتمان شول. * د ارواښاد ستوری مړینی د لراو بر پښتون قام ملا ماته کړه خو د پښتون قوم بچیان به د ماما صاصب دا ارمانونه په ډیره میړانه پوره کوی. * د پښتو ژبی د پاره ماما ډیر زیات خدمت کړی دی. مونږ سره به ټول عمر او په هر وخت کې تا سو موجود ئې. * ته پښتون وی ،پښتون سیاستوال وی، ادیب وی، شاعر وی، په پښتنو او پښتو مین افغان پښتون وی. همدا ته وی چې د پښتنو د یووالی بیرغ دی جګ ساتلی و او دا دی په مرګ هم وښودله. ته دوهم پښتون/ افغان وی چې د خان عبدالغفار خان ( باچا خان )په هغه لار لاړی هغه لار چې په ژوند دی غوره کړی وه په مرګ دی هم هماغه لار شوه. * ستوری زمونږ د هیواد د پښتو ادب لوی ستوری او د انسان د هوساینی د لاری حوصله لرونکی اونه ستړ یکیدونکی مبارز شخصیت و. پښتانه وائې چې سل دی ومره او د سلو سر دی مه مره. * ستوری صاحب : واقعآ د وطن ملی او په وطن او پښتو ژبه مین شخصیت و. ارواښاد د کبیر ستوری چې زمونږ د ژبی او قومی یووالی نومیالی مشر و او د لوړی پوړۍ عالم و دده ځای همیشه زمونږ په زړونو کې دی. ارواښاد کبیر ستوری د افغانی ټولنی او د هغی  د ادب او سیاست لپاره یو روښانه څیره وه. * د ارواښاد ستوری لوی شخصیت واقعآ لوی کمبود دی. ډاکتر صاحب کبیر ستوری هغه سپیڅلی انسان او پښتون ؤ چې مړینه ئې یقینآ د پښتنو روڼ اندو لپاره درنه ضایعه او دیو شمیره دوستانو لپاره د زړه ژور ټپ دی. * ډوکتو کبیر ستوری یو سوچه پښتون، د یوی خبری سړی و. * ډاکتر کبیر ستوری یو سپیڅلی او ملی شخصیت و نوموړی نه تنها د کونړ بلکی د ټول افغانستان په سطحه یو پیژندل شوی شخصیت وو. ارواښاد ډاکتر ستوری صاحب مړینه نه یوازی د پښتنو لپاره بلکه د هیواد او سیمی له پاره ستره ضایعه ده. ډاکتر ستوری چې کوم خدمت د خپل ملت د پاره کړی دی دا د پښتون تلریخ یو ژوندی باب دی. ډاکتر ستوری د پښتنو د حقوقو د لاس ته راوړو د پاره مبارزه کړیده.   د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری روح ته   دا د کـــوم اجــل جــرس ؤ چـې پـه غــوږ مـولـګــیـدلـی چې د ستورو له مداره مو یــو ســتـوری غــورځــیـدلـی   یا بـه مـونـږ بد نـصـیـب یــو یــا خـدایــه سـتـا رضــا وه سـتـا رضـا ده ستارضــا ده دا مـو تـا تــه دربــخــښــلـی   د پــــښــتـو د پــټــکــی ول ؤ د غــرور یــوه شــملــه وه زمــونـږ ســتوری د اقــبـال ؤ چــې په سر مو اوسیـدلی   زمونږ لعـل ، زمونـږ ګـنـج ؤ دا زمونـږ د ژونـد رڼـا وه چـې بـغـیـر لـه ده ژونـدون وی مـونـږ بـه ولی ژړیـدلی   دا به څـومره نـیکـمـرغی وی چې د خپل ستوری رڼا ته مـوفـرهـنـګ غـــیـږی وهـلی  او یــو بــل ئې څمـلـولـی   دا به فخر دابه ژوند وی چې یو سـتوری مو په لاس وی داوړه وړه پـــــښــتــو مــــولاس نــیــولـــې ګــرځـولــی   د «کـوټـوال» به په تـنـدی کې رڼـا ئـې د ســتـورونـه وه کــنـه ســتـوری بـه تــر عـمـره مو پـه ټــنــډه ځـلــیــدلی   د کابل د فاتحې انځورونه د جرمني د فاتحې انځورونه ",د ارواښادډاکټر کبيرستوري فاتحې او يادغونډي 2558,میرویس میرخیل وردګ," میرویس میرخیل وردګ دا ورور چې د جغتو مياشتنۍ جريدې په کوم ليکونکي يې نيوکه کړې . په  تاسف سره کله چې ما دده ليکنه  ولوسته ، لکه څنګه چې دې ملګري ځان يو ډير په وطن مين اوپه اصطلاح يو خير خوښونکۍ شخص  معرفي کړی ، ماته لږ شک > را پيدا شو چې  ددې ښاغلي له خبرو هم دتضاد او  نفرت بوی راځي ٠ او > ماته داسې ښکاري چې په لومړي قدم کې د وردګ له نوم سره حساسيت لري ، او په  دوهم قدم کې ددې په هځه کې دی چې د ورګو تاريخي نوم ته دپيشوند يا پسوند په  ورکولو سره  له تاريخ ځخه او دافغانستان له نقشې څخه  په > يو شکل د اشکالو محو کړې ٠ ماته دا شک هم پيدا شو چې دا ورور ته به خامخا  دبعضې افغانستانيانو لخوا  لارښونه شوې وي چې دا نسبتا دروشنفکرو  او نسبتا لږ ډيرو  باسوادو  پښتنو ولايت اصليت  بدل  کړي ٠ لکه افغانستانيان چې تاريخي افغان نوم په افغانستاني بدلول غواړي ٠ په ډيره خواشينۍ سره بايد ووايم چې نه يواځې نور قومونه او دهغوی مطبوعات پدې هڅه کې دي چې دوردګو ولايت نوم ته تغير  ورکړي ، دادی زموږ يو پښتون ساپۍ ورور هم له دوی سره همغږی شو او په پټو  سترګو په ډيره بیرحمۍ او بيغورۍ ديولوی قوم په هکله مغرضانه قضاوت کوي  . ساپی ورور چې دوردګو ولايت په لوی اکثريت باندې دا غږ کوي چې له خپل  قومي نوم څخه دملي يووالي اوپيوستون په خاطر تيرشی،نو داغږ ولې ددې ولايت په > لږکيو نکوي چې په يوه وړه منطقه کې نه يواځې دقومونو بلکې دژبې او  مذهب له نظره هم سره توپير  لري ؟؟؟ نن که وردګ قوم > له خپل تاريخي اووياړلي نوم څخه تير شو نو دا ورځ  به هم  لرې نه > وي چې دوردګو نوم به دهزاره مليت وروڼو دخوشحالولو په خاطر په (  بهسود ميدان وردګو) واړول شي . او دساپي ورور او دنورو افغانستانيانو حد > اقل يو ارمان به پوره شوی وي .او بل دا چې ساپيه وروره  دا به صحيح وي چې د ور دګو ولايت به دجوړښت له نظره دومره سابقه نلري ، خو خپله د > وردګو قوم ډير تاريخي قدامت لري چې ريښې يې دمنګل اوځاځي قومونو ته رسيږي !!! > لکه څنګه چې ديو قوم ويا ړنې او لاس ته راوړنې دهغه قوم په نوم او نښان > پورې تړاو لري ، نو نه يوازې زه د يو وردګ ځوان په حيث  بلکې ټولو وردګ > وګړو ته دا دزغملو  وړ نده چې دولايت نوم يی چې دقوم نوم هم دی له  پيشوند يا پسوند سره دې يو ځای شي!!! او  ته بايد په ياد ولري چې > وردګ نه يواځې دولايت نوم دی بلکې ديو پتمن، وياړلي  ،روشنفکره او ديو > پښتون قوم نوم دی!!! تاته به شايد خپل ساپي قوم ارزش نلري چې داسې د اخلاص  او پيرزوينې قضاوت دنورو قومونو په هکله کوي ، خو زه يقين لرم چې هر > پښتون ته  خپل قوم ډير ارزښت لري او دنوم او نښان په ساتنه کې  يې > هر راز قربانۍ ته حاضر دی!!! په پښتنه مينه ",(داوښ په شا سپي وخوړ ) دليکونکي دپاملرنې وړ!!! 2559, محمد اسماعیل نويد," درباري لیکوال (و. د ساپي) ته: محمد اسماعیل نويد اوس به يې نو سپين سره وایو. لومړۍ له و. د ساپي)درباري ليکوال( څخه مننه کوم، هيله لرم چې درباري حق الزحمه يې په زړه پورې وي. نوموړي جغتو جريدې ته ډېره ښه لنډه کتنه کړې وه، خو د ټولو دفاعيه مواردو ترڅنګ یې حقیقتونه پټ پرېښې وو. هغه واقعیتونه چې موږ په سرلیکنه او نورو مطلبونو کې رابرسېره کړي وو، هغو ته یې هيڅ اشاره هم نه وه کړې، لکه د تابعيت د تذکرې خرڅلاو، د دولتي چارواکو طرف کېدل په حقوقي دعواګانو کې، د خلکو په بې اتفاقۍ کې د ولسوالانو رول، د ځمکو غير قانوني خرڅلاو … خیر نه به یې ملامتوم درباري لیکوال دی!!! د والي صاحب دا کار موږ منو چې، په ميدان ښار کې یې پارکونه، ودانۍ او سړک جوړ کړي دي، دا یې زموږ سره احسان نه دی کړی بلکې خپله دنده او مسوولیت یې دی چې بايد تر سره کړی یې وای. دی ليکي چې، اداري سيستم رغول شوی! په کومه ولسوالۍ کې يې مسلکي کسان په کار ګومارلي دي، دوی یې دې په ګوته کړي؟! همدا اوسمهال هم بډې او رشوتونه اخيستل کيږي، تېر کال ما په وردګ جريده کې يو مطلب خپور کړی وو چې تردې عنوان لاندې وو: (د جغتو قاضي صاحب ته بشپړه اشتها غواړم). محترم والي صاحب په هغه هيڅ غوږ و نه ګراوه او د اوس په څېر يې خپل درباري ليکوال ته وظيفه ورنکړه، چې په دا ډول قاضيانو پسې يو څه وليکي. نه والي صاحب له نوموړي قاضي سره کوم قانوني چلند وکړ. له هغه سره باید نه يوازې دا چې قانوني چلند ورسره شوی وای، بلکې بايد له وظیفې نه ګوښه شوی هم وای، خو نه، ده ته تر هغې هم ارتقا ورکړل شوه او اوس هم په ميدان ښار کې د پخوا په پرتله لوړه دنده تر سره کوي. درباري ليکوال، په خپله ليکنه کې د چک د سړک، غازي محمد جانخان ليسې ودانۍ او ځینې نورې پروژې په ګوته کړې دي، چې رغول شوې دي. د نورو د کار له کیفیته به څه نه وایم، خو د چک سړک نه دی رغول شوی، د غازي محمد جانخان لېسه په ډېر بد کيفيت، چې کال وروسته به بېرته نړيږي، يو څه کار پرې شوی دی، په دې برخه کې دوی غوږور او ښکرور دروغ ويلي دي. زه دې ته حاضر یم، چې د ملګرو ملتونو د هيت په وړاندې سيمې ته د والي صاحب په ګډون لاړ شو او عملا ورته وښيو چې څه يې کړي دي. درباري ليکوال د والي صاحب له سفرونو څخه يادونه کړې ده، چې جغتو ولسوالۍ ته یې کړي دي، د ده سفر چې خلکو ته کوم زيری یا د ابادۍ غږ رانه وړي خلکو ته به څه ګټه ورسوي. ده يوازې په خپل سفر کې دومره وکړل، چې د پير صاحب له دفتر څخه يې مستعمل او نيمه استهلاک شوي کمپیوټر راوړل او هغه يې هم ولسوال ته وسپارل، چې په کور کې يې وساتي. خو له اريانا تلويزيون څخه يې د کورس د جوړېدو خبر ورکړ. زه د دغه دروغو سپيناوي ته هره ورځ تياری لرم، والي صاحب د ځان تيار کړي. اوسمهال په جغتو کې نه کورس شته او نه د کمپيوټرو پته، دده ټول کارونه همدا ډول دي. دی وايي، چې مکتبونه جوړ شوي دي، ښه اقدام دی، خو که خوب ليدل نه وي! خو والي صاحب له دې نه دی خبر چې په مکتبونو کې څه تېرېږي. ايا درس شته؟ که د معارف هيت په يوه کيلو انګورو او يو څاښت غوښه له مکتب څخه داسې په عزت رخصت کيږي، چې د مکتب ودانۍ هم ونه ويني. زه يې په ريښتيني ډول نمونې ورکوم، ان چې عملا یې ورولم. د معارف شاګردان استادانو ته سلام نه وراچوي، بې کفايتي دومره زياته شوې، چې د معارف هويت خو تر سوال لاندې دی، خدای د خير کړي چې داسې نه شي پېښه، چې يوه ورځ شاګردانو استادان وهلي او ان وژلي یې وي. درسي کتابونه خو له سره نشته، که ځينې پیدا کيږي هغه هم په دري ژبه، پښتني سيمو ته استول شوي دي. ايا دا وړ او مناسب کار دی؟ ولې د معارف رييس نه لرې کوي؟! په سيد اباد ولسوالۍ کې څو مکتبونه وسول، ايا دوی د هغو په اړه کوم لازم تدبیر ونيو؟ په جغتو ولسوالۍ کې ماشوم ورک شو، دوی په دې برخه کې څه وکړل؟ په جغتو ولسوالۍ کې، چې کومې مرستې وشوې، هغه په متوازن ډول ووېشل شوې؟ ایا والي صاحب له دغه مواردو خبردی؟ درباري لیکوال لیکلي دي: په زغرده ویلی شم، چې د تېر کال په پرتله اداري فساد ۶۰ سلنه را ټيټ شوی دی، ايا دی دې تحقیق او څېړنې په اصولو پوهيږي؟ دده دا قضاوت پرځای دی؟ څنګه، د کومې څېړنې له مخې ده دا ارقام وړاندې کړل؟ که نه له درباري سرچينو يې را اخيستي!  د درباري ليکوال، د دوستانو خوله هم معلوماتي سرچينه ده، د هغوی له خولو وایي، چې والي صاحب د ځمکو د توزيع په اړه داسې پلان لري، چې هغه کدرونه چې له وردګو نورو ولایتونو ته ځي د هغې مخه ونيول شي، دده دا خپلوان اودوستان هماغه لوړ پوړي چارواکي دي. نه کدرونه شته او نه هم کوم بل ښه او قانع کوونکی پلان، یوازې د مهاجرينو ځمکې په لوړه بيه، بې له کوم قانوني معیار څخه پلوري. دا هسې بابولالې دي چې دوی د کدرونو ښارګوټی جوړوي.  درباري ليکوال یوه بله بې مدرکه خبره هم کوي او وايي، چې قوس( … ) پيسې لګښت د چک په فابریکه راځي او دغه نامعلوم رقم ته دونران زړه نه ښه کوي، چې جوړه یې کړي. دی دې دا بې مدرکه سلامونه او دعا ګانې مړو ته ور ولیږي، په ژورناليزم کې هرڅه مستند په کار دي. په وردګو کې يې د مسلمانې پي ار ټي خبره کړې ده، د اسلام او غیر مسلمان موضوع بېله ده، موږ اوسمهال له ټولې غیر مسلمانې نړۍ سره ښې اړيکې لرو، د کار په اړه د راته ووايي، چې څه يې کړي دي؟ ده دې بيا ودوانولو د کارونو او امکاناتو په اړه د اطلاعاتو او کولتور د ارشيف يادونه کړېده، وايي لم يې د لېوه تر غاړه ورکړ، په هغه څه کې چې حساب کتاب ضروري وي، هغه کله دوی په ارشیف کې ساتي. درباري لیکوال د جغتو جريدې کارکوونکي سایکولوژيکي ناروغان بللي دي، موږ سايکولوژیکي ناروغان نه یو بلکې سایکولوژيکي ډاکټران يو. ناروغي تشخيصوو بيا یې درملنې ته لاره هواروو، لازمې مشورې ورکوو. ستا ليکنه په دې نه ارزي چې زه دغه ټول موضوعات تر ذره بین لاندې و څېړم که نه نو دغه ټول موارد د اثبات وړ دي. درباري ليکوال یوه ښه او په زړه پورې خبره کړې ده هغه داسې چې: د مرستو جذبول ځانګړی استعداد او وړتيا غواړي، دی په دې قانع دی چې، دا والي صاحب ددې وړتيا نلري او دا هم تشې خبرې نه دي. خدای د وکړي، چې له ده څخه په دې خبره حق الزحمه و نه ګرځوي او یا خو هم بې ځايه ورته په غصه نشي.  درباري ليکوال د ولایت له نوم څخه بيا هم زموږ د سرلیکنې په حواله د تفرقې لپاره کار اخلي، دا د وردګو ولایت د اوسمهالو چارواکو تر ټولو لويه نقیصه څه، بلکې ددوی ځانګړی صفت دی. ښاغلی درباري ليکوال کوم سند لري، چې ميدان وردګ د وردګو د ولایت نوم دی؟ د نومونو اړول د قانوني دولتونو او د پارلمانونو دنده ده، موږ دا ډېره موده قانوني دولت نه درلود. نو په څه به يې خپل پخوانی نوم له لاسه ورکړی وي. درباري ليکوال د ميدان ښار ته د وردګو د ولايت د څارنځی نوم ورکوي، لاړ شی په دغه لیرو پرتو ولسوالیو کې ټولپوښتنه وکړی، چې ايا دا څارنځی دی او که د مرستو او امکاناتو د هضم او غصب ځای؟ زموږ د ميدان ښار په ابادۍ سترګې نه دي درنې شوې، بلکې د بيارغونې د کارونو د توازن غوښتونکي يو. په ودانيو د رشوت مخه نه نيول کيږي، د کار اهل ته کار سپارل د بډو مخه نيولی شي. ديانت، تقوا او د نور ملت نه هېرول د اداري فساد مخه نيولی شي. والي صاحب که د ملي پيوستون پروګرام خپل کار او ابتکار بولي، هغه ددولت عمومي پروګرام دی او په ټول افغانستان کې عملي کيږي. دا دده ابتکار نه دی، حال دا چې د وردګو په ځينو برخو کې لا تر اوسه هېڅ درک نه لري. سړکونه که پخيږي دا هم عمومي دولتي پروګرامونه دي، دی دې را وښيي، ده په خپل ابتکار څه کړي؟!  په وردګو کې يوازې سويډن کار کوي، ده کومه بله موسسه هلته جذب کړې ده، د نورو ولایتونو په تناسب امنیتي وضعه هم ښه ده، ولې يې نه دي جذب کړې؟ دا ټوله بې وړتيايي ده. دی په کومه سیمه کې ابتکاري پروژې لري؟ موږ ته د ٍيې په ګوته کړي؟  درباري ليکوال موږ ته تخريبکاران ویلي دي، د بې مسوولیته چارواکو په وړاندې ازاده مډيا طبعا تخريبکاره ده، ځکه ددوی د درغليو موارد په ګوته کوي، موږ د وطن اصلي بچیان نه بولي، پي ار ټي کېدای شي د وطن اصلي بچيان وي، نن خو يې مسلمان وبلل خو وروسته به زموږ د ولايت تابعیتونه هم ورکړي. درباري ليکوال د مرستندویانو ذکر ډېر اوږد بللی او موخه یې داده، چې ډېرو مرستندویانو مرسته کړېده، خو د ابادی نمونې یې د راوښيي. درباري ليکوال زموږ په جریده دا تور لګولی چې د دوی له لیکنو د تبعیض بوی راځي، خو ددوی له لیکنې د معافیا، اداري فساد او نورو ستونزو د نه افشا کولو بوی راځي. خوښ يم چې زموږ سیمه هم درباري ليکوالان لري او د مدحې زمزمې په نثر وايي.  د ازادو مطبوعاتو د لا غوړېدا په هيله ", خوښ يم چې زموږ سیمه هم درباري ليکوالان لري 2560,," د امريکا تر مشرى دايتلافى ځواکونو په خپره شوې پاڼه کې راغلې چې ځواکونو يې د هلمند ولايت کې له ١٥ څخه تر ٢٠ تنو طالب جنګيالى وژلى دي .دغه بريد هغه مهال په طالب جنګياليو ترسره شوى دى چې د يو سله وال بريد په موخه په کمين کې وو. طالبان دا خبره نه منې او وايي چې وژل شوي کسان ولسى وګړى دي . له بل لوري افغان دولت ويلى چې د ارزګان د چورې ولسوالۍ د خرما په سيمه کې د ملى اردو ځواکونو ٤ تنه وسله وال جنګيالى وژلى او يو تن يې ژوندى نيولى دى .د کندهار د قول اردو مشر جنرال رحمت الله روفى بينوا ته وويل چې د دوى ځواکونو دعملياتو په ترځ کې د وسلو يو مرکز له مينځه وړى او ډيرې وسلى يې لاس ته راوړى دي . د طالبانو يو وياند قاري يوسف ويلى چې ددوى پلويانوترينکوټ ښار ته نيږدې يې نن ماښام د ملى اردو ځواکو نود موټرو په قطار بريد کړى دى او پنځه موټر يې سوي دي . ",څه کم ٢٠ تنه طالب جنګيالي هلمند کې وژل شوي 2561,," نن سهارد٨ نيمو بجو شاوخوا کابل ښار ختيځ د ده سبز ولسوالى د (شنه ښارګوټې )سره دکابل- بګرام سړک اوږدوکې يو ځانمرګى بريد شوى دى چې له امله يې يو ولسى وګړى او په خپله ځانمرګى وژل شوي دي دغه بريد په يو کرونا موټر کې رامينځ ته شوي دي . د عينى شاهدانو په ويناددغه بريد موخه د ناتو ځواکونه وو .په دې اوړند تر دم ګړى رسمى وينا نشته ، او سيمه د کورنيو او بهرنيو ځواکونو له خوا تړل شوې ده .په سيمه کې يو امنيتى چاراکى بينوا ته چې د خپل نوم له ښودلو يې ډډه وکړه وويل په دغه بريد کې د بهرنيو ځواکونو يو عسکر ټپى شوي دي. د کورنيو چارو زارت وياند له بينوا سره د پېښې پخلى کړى او وايي بهرنيو ځواکونو ته په کې مرګ او ژوبله نه ده اوښتې او په دې اړوند پلټنې پيل شوي دي. ده وويل يوازې ځانمرګى او يو تن لاروى په پېښه کې وژل شوي دي .طالب جنګياليو ددغه بريد پړه منلې او د دوى يو وياند قاري يوسف وايي چې دغه بريد ديو طالب له لورى چې شيراغا نوميږي او د شمالى اوسيدونکى دى ترسره شوي دي. طالب وياند د لا ډيرو بريدونود ترسره کولو ګواښ وکړ او له ټولو بهرنيانو يې وغوښتل چې افغانستان پريږدي . ده ادعا کړې چې په دغه بريد کې ٦ تنه کاناډايى عسکر وژل شوي او دوه فوځى موټر له مينځه تللي دي . ",د کابل ښار ختيځ کې ځانمرګى بريد شوي دي 2562, پښتونځار," ميدان ښار، ۱۱ ثور ۱۳۸۵ هـ ش:دميدان وردګوولايت په سيداباد ولسوالۍ كې دوه ښوونځي دولايت دمرستيال ښاغلي سيد محمد حسېن بصير له خوا پرانستل شول. له دغو ښوونځيو څخه يو ښوونځى په `كوه ګرد` اوبل  په `جنګجاى` كې ټيكاو لري.  د`كوه ګرد` ښوونځى  دم ګړۍ ۳۴۰ او  دجنګجاى  ښوونځى  ۳۵۰ هلكان  او نجونې زده كوونكې  لري. نوموړو زده كوونكو به له دې وړاندې په سپېره ډاګ  اوترشنه اسمان لاندې زده كړې كولې.نوموړي ښوونځي دجاپان له خوا ديولـــــــــك امريكايي ډالرو په مالي مرسته  د`ذوا` مرستندوې ټولنې له خوا جوړ شوېدي. د يادونې وړ ده چې هر ښوونځى په يو نيم جريب ځمكه كې چې دځايي وګړيو له خوا ورته بېله شوې ده، ودان شويدي.هر يو ښوونځى شپږ د لوست خونې او يو چلونځى  يا اداره لري، چې  هره خونه پر، اړينو توكو سمباله ده. ددولتي سرچينو له خولې په درست ميدان وردګو كې ۲۶۵رسمي  او ۱۲۰ نا رسمي  ښوونځي  شته دي، په دغو ښوونځيو كې له سلو زرو نه ډېر نارينه او ښځينه زده كوونكي په زدكړې لګيا دي. ",سيدا باد كې دوه ښوونځي پرانستل شول 2563,," د خوست د على شيرو په ولسوالۍ کۍ د ببرک تاڼې سرحدي ساتونکو هغه مهال ٣ تنه شکمن ترهګر نيولى دي چې يو موټرکې يې يو اندازه چاوديدونکى توکى ، ماينونه او د ورانکارو عملونو پور ې اړوندتوکې ځاى پر ځاى کړي وو .د خوست د پوليسو مشر وايي له نيول شوو کسان څخه پلټنې او پوښتنې روانې دي .همداشان ددوشنبې په شپه د خوست د على شير ولسوالۍ کې ديوې چاودنې له امله يو ترهګر مړ او ٢ تنه انډيوالان يې ټپيان شوي دي. چاودنه هغه مهال رامينځ ته شوې چې نومړى کس چې له ځان سره يې بمونه او چاوديدنکى توکې درلودل ښار ته د ننوتو هڅه کوله . ژوبل شوى کسان ددوشنبې په سهار له روغتون څخه تښتيدلى دي . ",خوست کې ٣ شکمن ترهګر نيول شوي دي . 2564,پښتونځار," ميدان ښار، ۱۱ ثور ۱۳۸۵ هـ ش:دميدان وردګوولايت په سيداباد ولسوالۍ كې دوه ښوونځي دولايت دمرستيال ښاغلي سيد محمد حسېن بصير له خوا پرانستل شول. له دغو ښوونځيو څخه يو ښوونځى په `كوه ګرد` اوبل  په `جنګجاى` كې ټيكاو لري.  د`كوه ګرد` ښوونځى  دم ګړۍ ۳۴۰ او  دجنګجاى  ښوونځى  ۳۵۰ هلكان  او نجونې زده كوونكې  لري. نوموړو زده كوونكو به له دې وړاندې په سپېره ډاګ  اوترشنه اسمان لاندې زده كړې كولې.نوموړي ښوونځي دجاپان له خوا ديولـــــــــك امريكايي ډالرو په مالي مرسته  د`ذوا` مرستندوې ټولنې له خوا جوړ شوېدي. د يادونې وړ ده چې هر ښوونځى په يو نيم جريب ځمكه كې چې دځايي وګړيو له خوا ورته بېله شوې وه، ودان شويدي.هر يو ښوونځى شپږ د لوست خونې او يو چلونځى  يا اداره لري، چې  هره خونه پر، اړينو توكو سمباله ده. ددولتي سرچينو له خولې په درستو ميدان وردګو كې ۲۶۵رسمي  او ۱۲۰ نا رسمي  ښوونځي  شته دي، په دغو ښوونځيو كې له سلو زرو نه ډېر نارينه او ښځينه زده كوونكي په زدكړې لګيا دي. ",سيدا باد كې دوه ښوونځي پرانستل شول 2565,," افغان ولسمشر حامد کرزي د عراق د شيعيه ګانو له يو پلاوى سره کابل کې وکتل او هيله يې څرګنده کړه چې ژرترژره عراق کې سوله او ثبات ټينګ شي او ولس يې پر ستونزو برلاسى شي .په کتنه کې د پلاوى مشر سيد جواد شهرستانى د افغانستان د پرمختګ څخه خوښى وښودله . ټاکل شوې ده نومړى پلاوى د هېواد يو شمير ولايتونو ته سفر وکړى او د افغانستان له عالمانو سره له نږدې وګوري . ",کرزي د عراق د شيعيه ګانو له پلاوى سره وکتل 2566,," د هغه تړون له مخې چې نن په کابل کې د سويزرلند هېواد د استازى او د بشرى حقونو د خپلواک کميسيون د مرستيال احمد فهيم حکيم ترمينځ لاس ليک شو ،ژمنه شوې ، چې سويزرلند به ٣ ميليون ډالر د دريو کلونو په بهير کې دغه کميسيون ته نيغ په نيغه د مرستې په توګه ورکوي. ",دبشرى حقونو له کميسيون سره ٣ ميليون ډالر مرسته 2567,," د کورنيو چارو زارت مطبوعاتى څانګې مشر بينوا ته وويل چې ددغه وزرات منسوبينو کنړ کې د يو لړ عملياتو په لړ کې د څوکى ولسوالۍ کې د سکر ٣٦ توغندى او يو اندازه مهمات ترلاسه کړي دي . همداشان پوليسو د پچيراګام ولسوالۍ کى د ضفر محمد له کور څخه لاسى بمونه ، ماينونه چاوديدونکى توکى او مخابرې تر لاسه کړى او نوموړى يې د پلټنو په موخه له ځان سره وړى دى. ",د سکر ٣٦ توغندى کنر کې ترلاسه شوي 2568,," د طالب جنګياليو يو وياند محمد حنيف ادعاکړى چې پلويانو يې پرون د کاپيسا د تګاب ولسوالۍد لنډه خيلو په سيمه کې ٣ تنه امريکايان په ډز سره وژلى دي . ددغه ادعا سپيناوى تردم ګړى نشته او په سيمه کې د دولت امنيتى چارواکو تراوسه په دې اړوند بې خبرى ښودلې ده. ",طالبان و ايي ٣ امريکايان يې کاپيسا کې وژلى دي 2569,," د افغان ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې په افغانستان کې د ايران ١٧ تنه وګړى چې له ٥ څخه تر لسو کلونوبند محکوم شوي وو ، خوشى شوي دي.په کابل کې د ايران سفارت قنسل وايي چې ١٥ تنه په هرات او ٢ تنه په کابل کې بنديان وو ، چې په خوشي کيدو سره يې د افغانستان په جيلونو کې د ايرانى بنديانولړۍ پاى ته رسيږي . ",١٧ تنه ايرانيان په افغانستان کې له بند نه خوشي شول 2570,," د انترپول د نړيوالې ادارې پوليسود يو شمير سپينو پاسپورتونو اورسمى مهرنوپه اړوند پلټنې پيل کړې دي چې د روان کال د غويى د مياشتې په ٦ نيټه د بلجيم په پلازمينه بروکسل کې د افغانستان له سفارت څخه ورک شوي دي. دورک شوو پاسپورتونو شميره نه ده په ګوته شوي . ",بروکسل کې افغانى پاسپورتونه ورک شوي دي 2571,," د ايران يوې محکمې د سويدن ٢ تنه وګړي په دې تور چې د ايران په جنوب کې يې له فوځى تاسيساتو عکسونه اخيستل ،د بند په جزا محکوم کړي دي . ايرانى چارواکو ويلى چې د محکمې په قضايي ناسته کې په ايران کې د سويدن سفير او د سفارت يو بل چارواکى حاضر وو . ",ايران د سويدن ٢ تنه وګړى د بند په جزا ګرم بللي 2572,," د ١٥ زرو متر مربع ساحې په کچه د روسيې د اروپايى برخې لوى جومات په مسکو کې جوړيږي .د روسيې د مفتيانو د شورا مرستيال ( دمير ګيزا تلين )وايى ددغه جومات کار به چې د مسکو د زاړه جامع جومات تر څنګ جوړيږي په کال ٢٠٠٨ کې بشپړ شي او ١٠ زره لمونځ کونکى په کې ځايږي . د ځمکې د لاندې به د ٥٠٠ موټرو له پاره پارکينګ ولري . په دوو څنډو کې به يې دوې منارې جوړې شي چې ٧٥ متره لوړوالى به ولري ، ګنبده به يې ٢٧ متره پنډ ه او ٤٠ متره لوړه وي . ده زياته کړه اوس مهال ١ ميليون او ٥٠٠ زره مسلمانان يوازې په مسکو کې ژوند کوي .د مسکو اوسنى جامع جومات ١٠٢ کلن شواو د ٢٠ پيړى په لومړيو کې په دغه هېواد کې ١٢ زره جوماتونه موجود وو. ",د ارو پا لوى جومات مسکو کې جوړيږي 2573,," د هلمند ولايت د باغران ولسوالي په مربوطاتو كي د ملي اردو او ايتلافي ځواكونو د ګډو عملياتو په ترڅ كي دوه مخالف وسله وال وژل سوي دي. د هلمند د امنيه كومندانۍ مرستيال حاجي محمدايوب بېنوا ته وويل چي دا تصفيوي عمليات تېر ماځيګر ناوخته ملي اردو او ايتلافي ځواكونو پيل كړي وه چي په ترڅ كي يې جګړه رامنځته سوه او دوه تنه طالبان ووژل سوه، حاجي ايوب وايي چي دولتي ځواكونو ته كوم زيان نه دى رسېدلى. ",په باغران كي دوه طالبان وژل سوي 2574,," د اروزګان ولايت د مركز ترين كوټ او چورې ولسوالۍ ترمنځ دولتي ځواكونو او طالبانو څلور ساعته جګړه كړې ده، د ۲۰۵ اتل قول اردو كومندان جنرال رحمت الله بېنوا ته وويل چي په دې جګړه كي درې تنه ملي پوځيان ټپيان او يو مړ دى، دى وايي چي مخالفينو ته هم ځاني زيان اوښتى دى خو شمېر يې تر اوسه نه دى مالوم. دا په داسي حال كي ده چي پرون هم په دغه ولسوالي كي د دولت او مخالفينو ترمنځ جګړه كي څلور طالبان وژل سوي او يو ژوندى نيول سوى دى. خو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي. ",په اروزګان كي څلور ساعته پرله پسې جګړه سوې 2575,هدایت الله همیم," لیکوال: محمد موروژباړن: هدایت الله همیم "" انجیلي اصولیت "" یا "" مسیحي صهیونیزم او کلیساوې"" داسې یوه لویه مسیحي پدیده ده چې په اروپا او امریکا کې زیات شمېر اتباع ، ټولنې، د نفوذ مرکزونه، ورځپاڼې او تلیویزوني چینلونه ، راډیوګانې، او بانکونه او داسې نور لري، چې دا پدیده اساسا د مسیحي پروتوستانتي مذهب پر پیروانو تکیه کوي.دې پدیدې د اسرائیلو په رامنځته کولو او ملاتړ کې ترننه ډېرې هلې ځلې کړې او مهم رول یې پکې لوبولی، او د امریکا سرمشرۍ په ټولنه کې هم نفوذ لري، بلکې د دوې په متوجه کولو کې مهم رول لوبوي، آن تر دې چې د امریکا ولسمشران لکه ریګن، د دې مذهب پیروان وو، لکه څنګه چې جورج ډبلیو بوش ـ زوی ـ هم ترې اغېزمن دی.د دې مذهب پیروان او اتباع دا عقیده لري، چې درې خدایي (الهي) اشارې شته چې ځمکې ته د مسیح له راستنېدو مخکې باید په ځای شي، هغه دا چې: له نیل څخه تر فرات پورې د اسرائیلو دولت جوړ شي، او د القدس ښار ونیول شي، او د سلیمان هیکل بیا ودان شي، د دې اشارو له تحقق وروسته د (هرمجدون) جنګ، چې د انجیل متعقدین یې د (مجدون) ـ قدس او عکا ـ په په دښتو کې پېښېدونکې بولي، او خبر یې د حزقیال او یوحنا او یوشع په اسفارو کې راغلی، چې وایي: د کفارو لښکرې به په دې جنګ کې له منځه ځي، او مسیح به د جنګ په میدان کې راڅرګندېږي او هغه څوک چې پرې ایمان لري له جسد سره به یې پورته کړي او له تباهۍ به یې وساتي او بیا به د ټولنې نړۍ حاکمیت د قیامت تر راتلو پورې وکړي.د دې دیني عقیدې سره سم انجیلیان وایي چې د اسرائیلو د قیام ملاتړ یو شرعي او مسیحي واجب دی، لکه څنګه یې چې د پراخوالي ملاتړ او په دې اعتراف کول واجب دي چې قدس به یې پلازمېنه وي، همدارنګه په ازاد فلسطین کې د یهودو مېشته کول او ملاتړ یو دیني واجب دی، بلکې له دې اخوا، موږ باید نور پروګرامونه هم ولرو لکه د مسجد الاقصی ړنګول او پر ځای یې د سلیمان د هیکل جوړول. په حقیقت کې د اصولیت د نشډت او پراختیا تفسیرونه په څو ډوله کېدای شي، ځینې په دې اند دي چې د مسیحي کهنوت دوائرو ته  یهود په کامیابۍ ورسېدل او د خاصو عقایدو په ور داخلولو یې د اسرائیلو قیام ته لبیک وویل او په دې همدې پلمه یې د القدس نیول پیل کړل او د سلیمان هیکل د مسیحي ایمان په صلب کې دی ـ په ځانګړي ډول پروتوستانتي ـ او دا د مسیح د بیا راتګ لپاره تمهید ګڼل کېږي په دې چې د یهودي مخطط ملاتړ چې له فرات څخه تر نیل پورې د اسرائیلو حکومت جوړول دي، مسیحي شرعي واجب ګڼل کېږي. او ځينې دا فکر کوي چې د اروپايي سیاست دوکماران چې له ساميانو سره عناد او له یهودو کرکه لري، دوی دا مذهب جوړ کړ چې د مسیحیت د بقا ضمان شي، په دې اساس چې دې کار یهود په دې فکر کې کړل چې په فلسطین کې به یو مستقل یهودي حکومت د مسلمانو عربو په حساب جوړ کړو، نو دوی غواړي په یوه کاڼي دوه مرغۍ وولي: اول دا چې له یهودو ځان خلاص کړي په دې چې په اورپا همدوی د ناورین او ځور سبب دي، او همدوی دي چې د بشریت لپاره چټلي ده او اروپا باید ځان ترې خلاص کړي، په همدې وخت کې د عربو او مسلمانانو پر ضد یو ډول سرکشۍ ته هم لمنه  او د اسلام او مسلمانانو د وهلو لپاره د یهودو استخدامول دي، اګر چې د یهودو او مسلمانانو ترمنځ شخړه اوسنۍ نه ده بلکې یو اوږد او له دوښمنۍ نه ډک مستمر تاریخ لري چې تر اوسه دا شخړه د اسلامي فرهنګ او اروپايي فرهنګ  ترمنځ نه ده هواره شوې. که دا هڅه او میلان او د راڅرګندېدو ظروف یې نور هم وڅېړو، دا به راته جوته شي چې دا په اروپايي سیاست کې اروپا پلوه پخوا هم و، هغه وخت چې کاتولوکي کلیسا په خپلو معتقداتو ولاړه وه هغه په دې مانا چې یهودي امت له منځه تللی، او خدای پاک یهودان له فلسطینه و بابل ته د مسیح د صلیبولو په عذاب وشړل، او کاتولوکي کلیسا په دې عقیده وه چې هغه دیني پیشګویي (مخکې وېینه) چې له بېرته راتګ څخه یې خبرې کولې له بابل څخه د بېرته راتګ ته اشاره کوي، او دا بېرته راتګ د فارسیانو د امپراتور قورش په لاس شوی دی. بیا بله ډله راغله چې د دیني مسیحي اصلاح د حرکت په نامه یادېده، چې پروتوستانت یې وپنځاوه، چې دا مذهب په اروپا او امریکا کې انتشار او وسعت پیدا کړ ترڅو د صهیونیستي مسیحیت د نشات لپاره ځمکه هواره  او د اسرائیلو په پښو درېدل او د معبد ودانول د مسیح د ظهور لپاره لکه تمهیدي ضرورت داسې وګرځي. د دې تحول د وقف کولو لپاره قدیمي عهد  "" تورات"" د مسیحي عقیدې لوی مصدر دی، او د نصوصو دروازه د ټولو پر مخه پرانېسته چې پرته له قید او شرطه خپل مفاهیم ترې راوباسي، لکه څنګه چې عبري ژبه د دوې په اند د دې وړ وګرځېده چې ګواکي ټولو انبیاوو ته خدای پاک په عبري وحي کړې، او داسې مقدسه ژبه ده چې اختیار شوی نژاد ته پرې خطاب شوی او د دیني زده کړو لپاره معتمده ژبه ده ، له دې جهته په عمومي طور یهودي فکر د میسحیت د دیني حرکت زړه ته لاره ومونده، او پر پروتوستانتي یې نېغه اغېزه وکړه. بیا په فلسطین کې د اسرائیلو د قیام دعوت پیل شو چې پروتوستانتي مسیحي علماوو او د برتانیې او اروپا سیاستوالو پکې پوره ونډه واخسیته، لکه د الهیاتو یا د کلام د علم برتانوی عالم توماس برایتمان (۱۶۰۷-۱۵۶۲) او برتانوی سیاستپوه هنري منشن (۱۶۲۱)، او بیا انګریزي پوهان جوانا او الینزر کارترایت(۱۶۴۹) ، بیا برتانوی سیاستپوه کرومېل ( ۱۶۴۹)، بیا فرانسوی فیلیپ جنټل (۱۶۵۶). پر دیني علماوو پورې خبره ځانګړې نه وه، بلکې ادباوو او د فن خاوندانو ته یې هم سرایت وکړ لکه: میلتون، لورد بایرون، کولریدج، الکسندر بوب، جان راسین،جورج الیوت او داسې نور.د دې دعوت پیروان نور هم زیات شول لکه نابلیون بونابرت چې د دې دعوه یې کوله چې د یهودو لپاره د په فلسطین کې دولت جوړ شي. او یهودو ته یې دا نعره کړه چې ګواکي دوی "" د فسلطین شرعي میراثخواره دي"" او د یهودو لپاره یې په فلسطین کې پر ختیځ د حملې پرمهال (۱۸۰۱-۱۷۹۸) د حکومت جوړولو غوښتنه وکړه. تر هغه چې تیودور هرتزل رامیدان ته شو هرڅه په دې منوال وو، هغه هم په دې ټینګ شو او یهود یې د خپل لیدلي خوب د تحقق لپاره راوبلل او د ۱۸۹۷ کال په تېر شوي کانفرانس کې یې مصدریت پیدا کړ او بیا یهودي او اروپايي کوښښونه دې ته ورسېدل چې د وعد بلفور چې ۱۹۱۷ وشو، او بیا دغه دعوت د امریکا او اروپا په مرسته او دعم په خپلو پښو ودرېد تر دې چې د اسرائیلو دولت په کال ۱۹۴۸ کې رامنځته شو. مسیحي صهیونیت په امریکا کې: په امریکا کې د فوجي قوت له لوړوالي او اقتصادي سیاسي، اوعسکري پرمختګ سره د مسیحي صهیونیت حرکت په چټکۍ روان دی ـ د هغو انجیلي کلیساګانو د اتباعو شمېره چې د مسیحي صهیونیت په وجود او د اسرائیلو په پښو درېدلو او د مسیح لپاره د هیکل په ودانولو عقیده لري، ۷۷ ملیونه امریکایانو ته رسي، چې ۲۰۰ ډلو ته منسبوبېږي ـ ، او په امریکا کې دغه ډلې یو شمېر تلویزوني چینلونه لري ـ تقریبا ۱۴۰۰ د تلویزون او رادیو چینلونه ، او کابو ۴۰۰۰ د پروګرامونو وړاندې کوونکي، او زیات شمېر ورځپاڼې او خبرې سرچینې، بلکې د امریکا په دولت کې ځینې مهم او بارز شخصیتونه لري لکه پخوانی جمهور رئیس رېګن او پادري سیجورات او پادري فالویل او پادري بات روبرتسون، او همدارنګه د امریکا د کانګرس ، مالیې، او اعلام ځینې غړي- . او له دې مذهبه جمهور رئیس بوش ـ زوی ـ او د دفاع وزیر رمسفېلډ او د عدلیې وزیر اشکروفټ هم متاثره شوي، او دوی کولای شي چې خپلو ۷۷ ملیونه پیروانو ته دا قناعت ورکړي چې د اسرائیلو ملاتړ یوه مسیحي وجیبه ده، لکه څنګه چې هغو خلکو قناعت ورکولای شي هغه چې د اصولي کلیساګانو غړي نه دي، په دې مانا چې دوی په عمل کې  د دې توان لري چې په امریکا کې  یوه عامه او ډېره پراخه نظریه جوړه کړي  ترڅو د اسرائیلو تایید او ملاتړ وکړي سره له دې چې په کانګرس، ژونالیستیکي چارو، او مالي سرچینو کې یهودان تقلیدي نفوذ لري. په هر حال، پر هغو ټولنو او موسساتو چې د انجیلي کلیساګانوـ  هغه چې په مسیحي صهونیت ایمان لري ـ تابع دي یو ځغلنده نظر دا ښيي چې په امریکا کې د دوی مالي، سیاسي، او اعلامي نفوذ تر کومه حده رسیدلی، هلته ـ د مثال په توګه ـ د اسرائیلو لپاره امریکايي مسیحي لګښت دی، د هېواد پالنې سرمشریزه کانفرانس، د جبل المعبد ټولنه د اسرائیلو لپاره  کار کوي. هغه موسسات او ټولنې چې د اسرائیلو لپاره کار کوي ۲۵۰ ټولنو ته رسي، چې د په زرهاوو خبري رسنیو ، موسساتو، او مېډیا اداره په لاس کې لري. او دا ټولنې مسیحیت ته د تبشیرزېری ورکوي، دوی په دې باور لري چې: 1. د اسرائیلو ملاتړ یوه سیاسي متغیره او متحرکه وجیبه یا اړتیا نه ده، بلکې یوه دیني او ثابته وجیبه ده لکه څنګه چې د یهودي دولت مشروعیت له الهي تشریع څخه سرچینه اخیستونکی بولي، نو په دې اساس د اسرائیلو دولت جوړول د دیني پیشګوییو پرځای کول دي.2. په دې باندې تشدید او ټینګار چې د اسرائیلو ځمکه له هغې ځمکې څخه عبارت ده چې خدای پاک له ابرهیم (علیه السلام) او د ده له اولاد سره وعده کړې وه، نو له دې جهته له نیل څخه تر فراته ټولې موجوده ځمکې پکې شاملیږي.3. په دې شعار استمرار عمل چې وایي: "" خدای پاک په اسرائیلو کې برکت اچوي او پر لعنت ویونکو یې لعنت وایي""، په دې موخه چې د اسرائیلو ملاتړ او دعم  د خدای برکت ته لاره ده! بلکې دا چې که اسرائیلي پرېکړه  له دولتي معاهدو یا دولتي قانون سره ټکر خوري، اعتبار نلري، او د اسرائیلي پرېکړې او ارادې درناوی په کار دی، ځکه چې دا د ربّ د ارادې تعبیرونکی دی! اما دولتي قوانین د انساني د ارادې ترسره کول دي، نو که د ربّ اراده د انسان له ارادې سره ټکر خوري د ربّ د ارادې احترام ضرور دی. ",د اسرائیلو په پښو درولوکې د انجیلي قوانینو ونډه 2576,سراج الحق ببرک زی ځدراڼ," ليکونکي . سراج الحق ببرک زی ځدراڼ  افغان ـــ په ژبه غوڅ يو ولس   د ١٩٤٣ م کال اساسي قانون درېمه ماده کې داسې راغلي دي : د افغانستان د ژبو له جملو څخه پښتو او دري رسمي ژبې دي . په ٣٥ مې مادې کې بيا لولو : دولت موظف دی چې د ملي ژبې پښتو د انکشاف او تقويې لپاره موثر پروګرام جوړ او تطبيق کړي . په داسې حال کې چې پښتانه د ٢٥٧ کالو راهيسې د افغانستان په معاصر تاريخ او د نړۍ په تاريخ کې حکومت جوړونکی ولس پېژندل شوی دی ، د افغانستان شرعي او قانوني وثيقه ليک د دوی په سرښندنه او مېړانه رامنځ ته شوی دی . په دغه موده کې ډېر لږ څه په سترګو کيږي چې حکومتونو زمونږ مورنۍ ژبه پاللې وي او د ودې ، پرمختګ او دغه راز د افغان کلتوري ودې راويښولو لپاره په دغه لرغوني پښتني ټولنه کې ډېر لږ څه ليدلی شو ، په داسې حال کې چې په نورو ولسونو کې د هغه ولس د ژبې او کلتور لپاره بنسټيز کارونه تر سره شوي او کيږي . هر پښتون ته د پښتو ژبې او کلتور د ودې د مخنيوي لاملونه جوت دي . نن افغانان پښتانه د ولسواکۍ په تنکيو پړاونو کې د خپلې خوږې مورنۍ ژبې د نه پاملرنې له کبله د ستر جېلنجونو سره مخامخ دي . دوی اوس پوه دي چې په دغه برخه کې زړورو هڅو ته اړتيا ده . ژبه يوه وسيله ده چې انسان وکړی شي خپل فکرونه ، احساسات او اراده پرې څرګند او بيان کړي . د انسانانو تر مېنځه د پوهاوۍ خورا مهم ټوکی دی . ځکه مونږ اړ يو له ژبې څخه کار واخلو . کله چې مونږ پر ژبه خبرې کوو ، داسې ښکاري لکه چې مونږ پر خپل ځان خبرې کوو . دا ډېره ګرانه ده چې سړی د ځان په اړه سمې او دقيقې خبرې وکړي . داسې هم نه ده چې د کوم شي په اړه سړی خبرې نشي کولی نو بايد غلی پاتې شي . هر څوک په يوه او يا څو ژبو خبرې کوي او هر څوک په يوه يا څو ژبو پوهيږي . دا به ډېره ګرانه خبره وي چې څوک منع او يا تور پرې ولګول شي چې ولې هغه په خپله نيمګړې مورنۍ ژبه خبرې کوي ، د پالنې ، ودې ، سمسورتيا اوښتون لپاره يې لارې لټوي او خنډونه هواروي . مورنۍ ژبه د هر چا يوه برخه ده . سربېره پر دې له احساساتو ، ټولنيزې کچې ، سياسي مبارزې او انفرادي ودې سره تړاو لري . ژبه د کلتور او تاريخ توليد او زېږنده ده ، چې د يوې ټولنې د ودې هنداره په کې ليدل کيږي . ژبه د پرديو کلتورونو کونجي پېژندل شوې او يا د پرديو کلتورونو لپاره يوه کنجي ده . ژبه د هويت ورپېژندلو لپاره يو خورا مهم فکټور دی او د خپلوۍ او يووالي احساسات رامېنځ ته کوي . همدا وجه ده چې خپله ژبه لرل د هر انسان يو منل شوې بنسټيز ه رښته يا حق دی . بشري حقوقو ته تل ګواښونه متوجه دي . همدا اوس په نړۍ کې اټکل پر۶٠٠٠ ژبو خبرې کيږي . له دې شمېر نه ٥٢ فيصده ژبې تر ١٠٠٠ ، ٢٨ فيصده تر ١٠٠٠ نه لږ او د ١٠ فيصده نه ډېر تر ١٠٠ پورې ويونکي لري . د اوسنيو حالاتو په رڼا کې چې ورته وکتل شي نو ٩٠ فيصده ټولې ژبې د ١٠٠ کلونو په مېنځ کې به له مېنځه ولاړي شي .په بله خوا کې به د نړۍ ١١ لويې ژبې چې د نړۍ نيمايي وګړو مورنۍ ژبه ده پاتې شي ، لکه چينايي ، انګريزي ، هندي ، هسپانوي ، فرانسوي او عربی ژبې . [ The Cambrige Encyclopedia of Languages 1997 ] ځيني د ژبو له مېنځه تللو ته په ښه سترګه ګوري او وايي چې يوه واحده نړېواله ژبه به د تېرونتو او غلط فهميو او کړکيچونو مخه ونيسي . په حقيقت کې د ژبو له مېنځه تلل د بشريت بېوزلي او د کلتور وژنه ده . ځکه ژبه زمونږ استعداد دی چې فکر وکړو او د نړۍ نه يو عکس واخلو او زمونږ کلتور سره ډېرې نږدې اړيکې لري .  له بله پلوه څو اړخيزه کېدنه د ژوندي پاتې کېدلو په ستراتيژۍ او په وده يا Evolution کې لوی بری دی او ژبه د ټولنيزو چارو په سر ته رسولو کې خورا مهم ټوکی دی . او په ژوني پاتې کېدلو کې لوی رول لوبوي . په نه ليکل کيدونکې ژبه کې پوهه يو بل ته په خوله ورکول کيږي او ژبه هرې پوهنې پورې تړاو لري .  ١ ) ژبه او قانون قانون مجبور دی چې د ولس له فکرونو څخه راووځي او له هغه څه نه خبرې وکړي چې هغه ځوان او بالغ لوستي سړي چې د نړۍ او ژوند ټيټي لوړې پرې تېرې وي ، هغه ته د قانون په وېلو دا فکر او احساس وشي چې دغه قانون د ده له زړه څخه خبرې کوي . قانون او سياست د ټولنيز واک جوړولو په څنګ کې له يو بل څخه نه بېليدونکي دي او د قانون ژبه د اوامرو تطبيقولو يوه ويسله ده . قانون د سياست کولو او جوړولو توليد دی . ژبه د حقوقي معيارونو وړونکې ده . د يوه ولسواکه حقوقو حکومت ، د قانون حکومت يا نظام ، د قانون ژبه او يو ديکتاتوري مستبد نظام سره توپير لري . رښته يا حق او قانون يوازې د ژبې په مرسته رامېنځ ته کيږي ، ځکه پر رښته يا حق په ژبه فکر کيږي . ژبه د واک چلولو يو توکی کېدای شي چې واقعي ځواک او واک په کې څرګند شي او د امر ورکوونکي حکومت ويښ ځواک په کې څرګند شي . څوک چې پر ژبه باندې واکمن وي هغه پر خلکو واکمن وي .  ولسواکي ناپېېلو او خپلواکو ډلييزو رسنيو ته اړتيا لري . د بيان آزادي او د آند خپلواکي جوړول د انسان له بنسټيزو حقوقو څخه شمارل کيږي . د همدغو بنسټيزو حقوقو پر بنسټ ولس کولی شي چې د حکومت مطبوعاتي سېستم يا پروپاګن چې له مقنني ، قضاييه او اجراييه ځواکونو څخه وروسته د حکومت څلورم ځواک ګڼل کيږي ، وڅاري او هم پر حکومت کنټرول وکړي . اداري ژبه د ټولو کړو وړو او اجراييوي حقوقي ماملو په مرکز کې واقع ده .   ٢ ) ژبه او فلسفه  د ژبې او فلسفې تر مېنځه له ډېر پخوا څخه توپير او کړکيچ شته . هره فلسفه پوښتنه کوي چې د موجوديت معنا څه ده ؟ د ژبې په اړه د فلسفې پوښتنه داسې وي چې د ژبې شته والی او موجوديت به څه معنا ولري ؟ او د ژبپوهنې يا Linguistic پوښتنه به د ژبې په څرنګوالي وي . په بل عبارت ژبپوهنه د ژبې د فلسفې تر لاس لاندې ده . نه چې غبرګون يې او فيلسوف هغه څوک دي چې له ټولو نه وروسته ريښتيا وايي ، چې د هغه شي په اړه له دې نه بل کم څوک نه پوهېدو او د دۀ خبره به د ريښتيا وروستی تمځای وي .  ژبه د انساني روح ټول قوت دی . ژبه په چوپتيا کې جوړيږي . بې له ژبې څخه انساني ويښتيا شونې نه ده . ژبه نه يواځې يوه وسيله ده بلکې د وجود يو اورګان دی . ژبه د فکر جوړولو اورګان يا غړی دی . حقيقت او ريښتيا ژبې نه بهر نه شو موندلی ، انسان يوازې پر ژبه انسان دی ، ژبه په خپله ټوله راڅرګنده شوې بڼه کې د انساني کلتور يوه ژوندۍ نښه ده .  ٣) پښتانه او زمونږ افغانۍ مورنۍ ژبه  زمونږ پښتني ټولنه د نړۍ له زړو ټولنو څخه يوه ټولنه ده . د افغان پښتون پينځه زره کلن لرغونی تاريخ د نړۍ د تاريخ په زړه ليکل شوی دی . افغانستان د ټولو پښتنو افغانانو پلارنی هېواد دی . کابل د لرغوني لوی کندهار وروسته د ټولو پښتنو افغانانو سياسي او کلتوري پلازمېنه ده .  خپلې مورنۍ ژبې ته په خپل پلارني هېواد کې پالنه ، وده ورکول هغه ته خپل نړېوال منلي شوي حقوق تر لاسه کول او په خپله مورنۍ ژبه زده کړه ، په دې نوي افغانستان او نړۍ کې ژبني توپيرونو ته لمن نه وهل دي ، بلکې کلتوري وده او ژبني توپيرونه ردول او له مېنځه وړل دي . دا يو حقيقت دی چې څرنګه يو حکومت يا نظام له خپلو وګړو سره خبرې کوي ، هماغسې چلند هم ورسره کوي . که مونږ خپل ځيني تېر حکومتي چارواکي او وېناوې يې يادې کړو نو وينو چې دا خبره ريښتيا ده . افغان ولس پر هغو ولسي استازو چې ځانونه د ولس ټېکداران ، ټاکل شوي استازي ، غړي او وکيلان بولي غږ کوي چې که دوی له ولس سره په خپله مورنۍ رسمي ژبې خبرې ونه کړي او د ولس رسمي ژبې ته پاملرنه ونه کړي ، دوی ته د ولسي جرګې د ټاکلو په لوبه کې سور کارت ورکول کيږي او له صحنې څخه به وځي . په ولسي جرګې او مشرانو جرګه کې بايد چې د ولس په مورنۍ ژبه د ولس په راتلونکي برخليک ، هيلو او د ولس په رښته حق خبرې وشي . کله چې حکومت ، مشرانو جرګه ، ولسي جرګې غړي او استازي د ولس بنسټيزو رښتو ته درناوی ونه کړي ، نو هغه استازي به دوی ته څنګه چوپړ وکړای شي ؟ او د خپل ربړېدلي په ژبه غو څ ولس ډېرو نورو ملي ارزښتونو ته به هم پام نه کوي . افغان ولس به د ولسواکۍ په دې نوي پړاو کې خپله رايې په ټولټاکنو کې لکه وسله استعمالوي .  دا يو حقيقت دی چې د پرديو ژبه زده کول د خپلې ژبې زېرمې ورزياتول دي . نن هر لوستي افغان په ډېره مينه له يوې نه څو پردۍ ژبې زده کړي دي . دوی اوس ډېر ښه پوهيږي چې د نړۍ نورو ولسونو له خپلې مورنۍ ژبې سره څنګه جلند کړی . زمونږ دا نوی ځوان نسل به پښتو ژبې سره داسې چلند کوي لکه د نړۍ د نورو ژبو ويښ ځلميان .  تعريف : رسمي ژبه هغه ژبه ده چې د حکومت ټول ډاکومنټ يا اسناد په يوه ژبه وي او د هغه هېواد وګړي هم په دغه ژبه د حکومت له اورګانونو او ادارو سره خبرې او معامله وکړي . په افغانستان کې د دولت د مرکزي ادارو نژدې ټولې چارې په دري ژبه دي او دا په غوڅه توګه د ګران افغانستان له اساسي قانون څخه سرغړوانې دي چې د قانون چلونکي او جوړونکي لخوا تر سره کيږي .  که دغه بې انډولي چې پښتو ژبې سره شوې ، که د هېواد بلې ژبې سره شوی وای ، ليدلي به مو وای چې د دغې ژبې ويوونکي به د ملګرو ملتونو او د يونسکو دفترونو ته په جوپو جوپو روان وای او د ژبنيی توپيرونو ، کلتور او تاريخ وژنې ، د بشري او انساني بنسټيزو حقوقو تر پښې لاندې کېدلو په اړه شکايتونه ، مظاهرې لاريونونه کول او ان د ګوندونو د کړنلارې او په سياسي غونډو کې مهم ټکي به همداسې په ژبه وای . په لسګونو کلتوري ټولنو به د ژبې د ودې لپاره په کار پېل کړی وای . په کابل کې به هر ورځ د ښوونې او روزنې وزارت په وړاندې د زده کوونکو مظاهرې وای او هر چا چې د دغې ژبې دود خنډ لرې کړی وای ، نفرين به پرې وېل کيد، چې ولې مونږ په خپله پلازمېنه کې په خپله مورنۍ ژبه زده کړه نشو کولی ؟ او پښتنو به د دغه حق ننګه کولی . لکه څنګه چې د افغانستان په شمال کې لږکيو په سيميزه کچه خپل حق تر لاسه کړلو ، پښتو ژبه مونږ ته د افغانستان د لرغوني تاريخ ، کلتور او د پښتونولۍ ريښتينی عزت او غېرت کودکس Codex ، غمېزو ، ناورينو ، مېړانو ، وياړنو د ملي يووالي ارزښتونه رازده کوي . پښتو نه يوازې په دغه نوي اساسي قانون کې بلکې د افغانستان د اساسي قانون په تاريخ کې زمونږ مورنۍ ژبه د هېواد د غوڅ اکثريت ملي او رسمي ژبه پېژندل شوې . په هم دغې نوي اساسي قانون کې د ملي ژبې د ټکي پر ځای ملي سرود په پښتو ژبه او د پښتو ژبې د ترمينولوجي پالنه او ساتنه ياده شوې ، ملي سرود په پښتو ، همدا ټکی په خپله په اساسي قانون کې پښتو ژبې ته د ملي ژبې حېثيت ورکوي او د هېواد د نورو ژبو په پرتله يو ځانګړتوب او خاص ځای ورته منل شوی دی . ځکه د دغه هېواد نوم په نړۍ کې دغې ژبې د وګړو په نوم ياديږي . ژبه زمونږ د بنسټيزو حقوقو يوه برخه ده . هر افغان پښتون چې دغه رښته يا حق تر پښو لاندې کوي ، هغه زمونږ کلتور ، تاريخ ، هويت ، زمونږ ملي وياړونه ، زمونږ پښتني ټولنه ، زمونږ زوړ افغاني احساس ، زمونږ دغه نوی اساسي قانون چې د لويې جرګې له خوا تصويب شوی ، تر پښو لاندې کوي . که سره پوه شوي وو او په يوه خله وو نو دا ملي سرود په پښتو به په بل يا تعديل د اساسي قانون په ملي ژبه واړول شي ، دا زمونږ يو حق دی ، دا په ټولو هېوادونو او ملتونو کې د مطلق اکثريت يو ساده کنل شوی حق دی او هېڅ ډول ناندريو ته په کې اړتيا نه ليدل کيږي .  پښتو ژبې ته د نه پاملرنې او وروسته پاتې والي په اړه ډېر ژړل ګټور نه دي . پښتو ژبه په همدا اوسني حالاتو کې زمونږ څخه په تېره بيا له فرهنګيانو روڼ انديو ، ملي ، افغاني احساس او جرات لرونکو پښتنو مشرانو او ويښو پېغلو او ځوانانو څخه د ولسي او ټولنيزې ودې ، د کلتوري ودې ، د خوږو يتيمانو ژبې او د راتلونکو نسلونو د ژبې لپاره ، چې دوی خپل ځلانده تاريخ چې په وينو ليکلی شوی دی په پښتو ژبه ولولي ، د يو ويښوونکې نوې طرحې او وږودمهالو پلانونو جوړول غواړي .  مونږ په خوښه دري ژبه زده کړې ده . ځکه چې زمونږ د هېواد دوهمه رسمي ژبه ده . د خپلو ورونو نه دا تمه لرو چې دوی هم زمونږ پښتو ژبه زده کړي ځکه چې زمونږه ژبه هم د هېواد ملي او لومړۍ رسمي ژبه ده .حقيقت دا دی چې د دري ژبې ډېرو خوېندو او ورونو پښتو ژبه زده کړې ده او پښتو ژبې ته په درنه سترګه ګوري . ما ته په يو مجلس کې د لږکيويو ډېر ګران ملګري چې مورنۍ ژبه يې په اساسي قانون کې رسمي نه ده په پېغور کې ووېل : مونږ خپله ملي ژبه پښتو ځکه نده زده کړې چې تاسو پښتنو مونږ سره په پښتو ژبه خبرې ندي کړي . دغه ورور ريښتيا وويل ، دغه تريخ حقيقت ته مې پام نه وو ، بايد ومنو چې دغه ريټ بايد په افغاني ټولنه کې صرف مات کړی شي . که نه مونږ خپله پښتانه له خپلې ژبې سره تېری کوو او حق نه لرو چې په داسې ملي احساس او ارزښت تېری وکړو . پښتو او دري ژبه سره خور او ورو ر دي . دغه دواړه ژبې ډېرې نژدې اړيکلي سره لري . پښتو ژبه په سيمه کې له هېڅ يوې ژبې څخه وروسته نه ده . په تاريخي لرغونتوب ، په ژبښود او د نفوسو په شمېر ، د خاورې وسعت چې له آمو سين نه نيولې ، هندوکش غرونو ، د خيبر درې نه تر اټک پورې يو واحد قام پروت دی . د سيمې ټولو آبادو مهمو قومي ژبنيو ګروپونو په مېنځ کې د شمار له مخې لومړنی قومي ګروپ دی .  پښتو او دري ژبې د هندو اروپايي يا جرمني له لويې کورنۍ څخه راوځي . د دغو دوو ژبو په اړه ډېر وړانديزونه شوي .  زما وړانديز د اساسي قانون پر بنسټ زمونږ د مورنۍ ژبې حقوقو د بېرته اعادې لپاره ، د ملي لوړو ګټو د ساتنې لپاره د ملي يووالي لپاره دا دی چې پښتو او دري دغه دوې رسمي ژبې بايد تل په افغانستان کې په سوله کې سره ژند وکړي . کوچنيان کرکه ، ژبني توپيرونه او تبعيض نه پېژني ، د راتلونکې پخلاينې نيالګي دي . دوی په زده کړې او بيا رغونې باندې ټينګ ولاړ دي . د دوی د ژوند موخه زده کړه ده . د دري او پښتو په اړه توپيرونه تر څو چې لويان يې ورزده نه کړي ، نه پېژني . نو په کابل او د کابل غوندې نورې سيمې لکه کندوز ، مزار ، هرات او داسې نورې سيمې چې د نورو لږکيو څخه ډېر يا برابر کچه پښتانه اوسيږي بايد چې ډېر زر زده کړه او لوست له لومړي ټولګي څخه تر پوهنتوني زده کړې پورې نيمايي په پښتو ژبه واړول شي . د ازموېنې پوښتنې په دواړو ژبې شي . پښتو او دري يو بل څخه نه بېلېدونکی لرغونی ګډ تاريخ لري . دغه ژبې سره نه بېلېدونکي دي . لکه چې افغان واحد ولس سره نه بېلېدونکی دی . څوک چې زما په شان خبرې کوي هغه زما غوندې دی . څوک چې زما په شان خبرې نه کوي هغه بل خېل دی . افغانان مجبور دي چې د ملي وحدت ، ملي پخلاېنې او تل پاتې سولې په وجه يو بل په ټولنه کې سره وزغمي . د ژبنيو توپيرونو مخه به ونيولی شي او د ملي وحدت لپاره به يو بل لوی قدم پورته شي . په کابل کې پښتنو ته په پښتو ژبه ، دري ژبو ته په دري ژبه زده کړې غوره نه دي دا به زمونږ ټولنه نوره هم سره وويشي . دغه به ډېرې نورې ستونزې رامېنځ ته کړي . له بنسټ څخه د خوشحال خان او رحمان بابا لېسې د آزادو قبايلو ځوانانو لپاره پرانيستلې شوې دي . د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت بايد چې د آزادو قبايلو پېغلو لپاره د نجونو دوه نوې لېسې په کابل کې پرانيزي .  له هېواد نه بهر او دننه په سلګونو کلتوري فرهنګي ټولنې چې د پښتو ژبې مټي دي ، ولس راويښ کړي چې زړورتوب وکړي . پښتانه هټېوال او سوداګر چې تل نوي مالونه واردوي ، خپلو مالونو ته په پښتو ژبه کې نومونه او اعلانونه ورکړي ، هنرمندان پښتو ژبې ته نوره هم ښکلا ورکړي ، ليکوالان ، خبريالان چې د ولس سترګې دي ، راډيو ټلويزيون ، پښتو وېبسايټونه ، ورځپاڼې ، مجلې ، پېغلې ، ځوانان ، ښوونکي ، روښنفکره مشران د اغېز خاوندان ، هغه چې خپلې مورنۍ ژبې سره په خپل پلارني هېواد کې مينه لري ، په کار دي چې په دې اړه په يوه خوله شي . د پښتو ژبې د راتلونکې او ودې په هکله يوه ويښه ، پروګرام شوې اوږودمهاله ګډه تګللاره غوره کړي . ترڅو چې د خپل هېواد افغاني کلتور پالنه او زهني بيا رغونې د ډېر ارزښت وړ يو ستر پوهنيز انقلاب رامنځه ته کړو او خپل د پښتو افغاني ادب او کلتور فرهنګي هستي په خپله مورنۍ ژبه وپېژنو چې بيا زمونږ ملي او افغاني ټولنيزو ارزښتونو سټې ونه نړيږي او د پښتو ادب ، د افغاني کلتور دروازې نړېوالو ته په خپله مورنۍ ژبه خلاصې کړو .  افغان حکومت بايد په خپل ښوونيز او روزنيز سياست او د دغو دوو رسمي ژبو په انډول کې د قانون پر ليکه پام وکړي ا ود منلو وړ اغېزناک بدلون راولي . څرنګه چې په ټول نوي افغانستان کې بدلونونه راغلي دي ، د کابل پوهنتون او ښونځيو نومونه يواځې په پښتو نه وي بلکې لوست او زده کړه بايد زمونږ په مورنۍ ژبه وي . په ستره محکمه ، لويه څارنوالي ، عدليه وزارت ، بهرنيو چارو وزارت ، افغان سفارتونه ، ګرځندوی څانګې ، ملي او د خپواکۍ ورځې ، د ناورين او د وير ورځې او داسې نورو ادارو او حالاتو لپاره بايد پروتوکول جوړ شي چې کله دولتي چارواکي په کومه ژبه ولس ته خبرې وړي . ځکه ټول لوړ پوړي چارواکي په دواړو رسمي ژبو پوهيږي . زمونږ د لوستي ولس فيصدي اټکل ١٥ فيصده ډېره شوې ده . دغه بدلون ژبني تبعيضونو ، توپيرونو ته لمن وهل نه دي او د احساساتو څخه کار اخستل نه دي دغه زمونږ بنسټيز حق دی . د بېلګې په توګه هغه پېغله يا ځوان چې د کندهار ، ننګرهار ، خوست پوهنتونونه کابل ته او د کابل پوهنتون نه نوموړو پوهنتونونو ته بدليږي ، دغه زده کوونکي به له څومره پرابلمونو سره مخامخ کيږي . چې د دوی په زده کړه او لياقت به ناوړه اغېز ولري او ستونزې به ورته رامېنځ ته کړي . ځکه دوی په خپل پلارني هېواد کې په خپله مورنۍ ژبه زده کړه نشي کولی .  او هغه بل ورور په خپله رسمي ژبه په کابل او په خپله سيمه کې هېڅ پرابلم نه لري .تر هغو چې د ملي وحدت لپاره په پوهنيزه کچه کې بدلون رانشي او هر افغان په دواړو رسمي ژبو واک ونه لري ، په ملي ، يو موټي افغانستان کې د کرکې او ژبنيو توپيرونو مخه نه شي نيول کېدای ، او د هر افغان لپاره به د هېواد په هر ګوټ کې د زده کړې ، د کار اسانتيا نه وي برابره شوې ، د ملي يووالي بهير به ډېر پڅ پر مخ درومي . کلتوري او فرهنګي نا انډولي به زمونږ په ژبه او ولس احساس کې ژور ټپونه پرېږدي . دا ټول د يو څو خاصو سياستوالو له لاسه . غوڅ اکثريت لوستی او نا لوستی ولس به په دغه نوې پوهنه او نړۍ کې ځوريږي . که مونږ خپلې خوږې او درنې مورنۍ ژبې پښتو ته نن پاملرنه ونه کړو او په سېستماتيک ډول يې د ودې او چلند ، د اوښتون لاره پرته له احساساتو څخه ، بې له دې چې د نورو ژبو خنډ شو ، په عملي توګه يوه کړنلاره د ژبې په سياست کې طرحه نه کړو له نورو ستونزو سره به مخامخ شو . په پښتو ژبه کې مونږ په ميليونونو نوو مسلکي او تخنيکي نورو توريو او نومونو ته اړتيا لرو . د کره جګې منلې پښتو لپاره د زړو لغاتونو راژوندي کول او د نوي لغات جوړونو په بهير کې ويښ ولس بايد چې په فعاله برخه واخلي او استعمال يې کړي . که داسې ونه کړو ، نړۍ چې په دغه چټکتيا نړېوالتوب روانه ده مونږ به بيا پاتې يو . د پښتو ژبې تاريخ به له هغو کسانو ډک وي ، چې څه يې کولی شول خو ويې نه کړل ! که څومره چې حکومتونه د ژبې ګوټنونه ورته کيږي . يواځې مونږ مجبور يو خپلې درنې خوږې مورنۍ ژبې د نشر او سمون لپاره ليچي راونغاړو . په افغانستان کې داسې بل کوم ځواک نشته چې په قانوني توګه زمونږ مخه ونيسي . کله چې مونږ پر خپله ژبه واکمن شو ، وبه کړای شو چې د خپلو پولو نه هاخوا دروازې خلاصې کړو او خپل ګاونډيان وپېژنو . په دغه نړېوال کلي کې خپل کور ، اور او ګور نړېوالو ته وروپېژنو ، چې دلته لږ زمونږ اور بل دی . هر پښتون افغان بايد له خپل ځانه وپوښتي چې زه خپلې ژبې ته څه کولی شم او ما د خپلې ژبې د زده کړې او ودې لپاره څه کړي ؟  0 پښتو ژبه په انټرنټ او نړېوالو ټولنيزو رسنيو کې  که څه هم نړۍ د انټرنټ پر مټ سره تړلې او نړېوال کلی ورته وېلی شو ، په ريښتيا سره کمپيوټر د نړۍ د ژبو مارکېټ ګرځېدلی دی او د هر هېواد لپاره د ژبو فسټيوال ګرځېدلی دی . يو بل سره خبرې اترې ، چېټ کول ، بريښناليک په پردۍ ژبه ليکل ، د ژبې په زده کړې کې دا به يوه لويه بدمرغي او د افسوس خبره وي چې مونږ خپل منځي او نړېوال تماسونه ، راکړې ورکړې په تخنيک کې ورکړل شوي ټول د انګريزي ژبې په لمن کې راونغاړو ، ځکه کلتوري توپيرونه ، له ژبنيو توپيرونو نه جلا کيدونکي دي .  الف : يونيکود Unicode د ټولو ژبو د توريو او هر شان ته نخښو د خونديتوب يوه نړېواله پروژه ده . په Unicode کې د پښتو ټول توري خوندي شوي . په پښتو ژبه په ډېره لوړه کچه کمپيوټري پروګرامونه او د پښتو ژبې لپاره يوه معياري کليدړی Keyboard شته . مايکروسافټ Microsoft کمپنۍ په ویندوز اکس پي کی د پښتوژبي لیک دود اچولی دی ، چی د جګې پښتو ژبې لپاره د ليکبڼو جوړولو اراده د پښتو ژبي لپاره په نړی کي لوی بری دی .د کمپيوټر په هره برخه کي په خپله مورنی ژبه لیکل او لوستل په ام اس ان او ګوګل کي په اسانه تر سره کولی شو . دا به زمونږ ستره تېروتنه وي چې زمونږ د مورنۍ ژبې لپاره نوي پروګرامونه چې په آزاد بازار کې جوړ شوي او کار ترې وانخلو . ډېرې نړېوالې راډيوګانې په پښتو ژبه هره ورځ ډېرې نوې او په نړېوالو معيارونو برابرې ، په پوهنيزې ، څېړنيزې او شنننيزې خپرونې لري چې په ښکلي خوږه ويښوونکي ژبه خپريږي . همدا وجه ده چې د بي بي سي ، امريکا غږ ، ازادري راډيو ، المان غږ او ځيني نورې راډيوګانې خلکو ته په زړه پورې دي چې له يوه خوا نه دوی تازه ، مؤسق او د لومړي لاس خبرونه په ناپېيلې توګه خپروي ، له بلې خوا د دوی د ژبې سياست دی چې ژبه هغسې خلکو ته ورواوروي څنګه چې ولس يې تمه او تنده لري . د ډلييزو رسنيو ژبه تل جګه سوچه ، اداري ، حقوقي ژبه وي او حقوقي مسلکي ژبه د سياست او مطبوعاتو ژبه ده . ب : افغاني دود ، کلتور او پښتو ژبه د هاليوډ په فلمونو کې هاليوډ د نړۍ تر ټولو لويه فلم جوړونکې کمپنۍ ده . دغې کمپنۍ څو سېنمايي وتلي فلمونه د افغان ولس د نه ماتيدونکي کرکټر په اړه جوړ کړي دي او د دې لپاره چې افغاني هويت او څېره ولري پښتو ژبې څخه هم په کې کار اخستل شوی دی . سړي ته د مېوند د جګړې مېړني رايادوي کله چې سړی د هاليوډ هغه د اتلانو او پادشاهانو په زانګورکې د پښتو ادب په پټه خزانه کې ، د افغانستان مذهب ، تصوفي ځواک په مرکز کې ډک شوي فلم ( په کندهار کې روسي سرو لښکرو ټانک ) په نامه په نړېواله کچه پېژندل شوي فلم وګوري . د دغه فلم اصلي ټکی د پښتونولۍ فلسفه ، نه ليکلي شوي حقوقي نورمونه ، قانون او د پښتنو دودونو خورا مهم اړخونه دي ، د هېواد د خپلواکۍ او د دين دښمن ته ننواتې له امله بښنه کيږي او پنا ورکولی کيږي . چې له ننۍ متمدنې نړۍ نه هم يو قدم مخ ته دود دی ، مېلمه پالنه ، مېړانه ، عزت ، ريښتينولي او د ارادې ځواکمنتوب ، نه ماتيدونکي ، د نه تسليمکيدونکي افغاني هويت احساس او کرکټر ليدونکي ته ورښيي . دوهم د رامبو ۶٣ مليونه ډالري فلم دی چې په پېښور او خوست کې د افغان ولس غميزې او ميړانې يو کوچنی افغان هلک ورښيي ، پښتو ژبه پکې کارول کيږي . دريم د جېمز بانډ وتلی فلم په ننګرهار کې ډک شوی او د فلم اتل خپلې ملګرې ته په پښتو ژبه په ډېره مينه (( ښايسته )) وايي . هم داسې د هند باليووډ فلمونو د پښتنو او افغاني دود او کلتور پالنه ، ستاينه ، وياړنه او ان ګوتنيونه يې کړې .  0 مرکه ، جرګه ، ملي جرګه ، لويه جرګه او نړېواله بيړنۍ جرګه  جرګه او مرکه سره له دې چې زمونږ د ولس ډېره زړه او لرغونې عنعنه ده ، خو دومره درنه او اغېزمنه عنعنه ده چې تر معاصر دورانه له يو لړ بدلونونو سره دوام کوي . افغان لويې جرګې لوی احمد شاه بابا د ټولو افغانانو پښتنو ټولواک پادشاه وټاکلو . لويه جرګه د افغانستان پخوانی او نوی اساسي قانون ، ولسواکي ، دافغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره منتخب ولسمشر ته لاره هواره کړه . همدغو اوږدو او ولسواکو ملي تدبيرونو په يوويشتمه پېړۍ کې د المان د بون په ښار کې هم د زمونږ زوړ افغاني دود د لرغونې دموکراسۍ په نړېواله کچه يوه نوې بېلګه شوه . د نړۍ سياستپوهانو او مشرانو افغانانو ته د نړۍ په اوسني بهير يعنې نړېوالتوب کې د خپلې پر مخ تللې متمدنې ډموکراسۍ په ځای افغاني زوړ دود او کلتور ته لاره خلاصه کړه . ځکه دوی په پنځه زره کلنه ساده او پخه افغاني ولسواکۍ کې د خپلې په خوانۍ لومړنۍ ولسواکۍ ريښې وليدې . د لويديز دوه زره کلنه ولسواکي هم په لومړي سر کې زمونږ ولسواکۍ غوندې کمښتونه درلودل . د دغو وروستيو دوو لويو جرګو پرېکړو ته ملګري ملتونه ، د امنيت شورا ، اروپايي اتحاديې ، د واشنګټن ، لندن، پاريس ، برلن ، ماسکو ، استرليا ، کانادا ، روم ، مادريد ، بيلجيم ، رياض ، ډهلې ، تهران او داسې نورو ولسي جرګو يا پارلمانونو او ولسمشرانو انتظار درلود . د دغو هېوادونو مشرانو او ولسونو خپل ځانونه د لويې جرګې په نوم او مطلب وپوهول . د بېلګې په توګه په المان کې د ٢٠٠٢ کال په ټولو لېسو کې زده کوونکو د لويې جرګو د سياسي تاريخي اهميت په اړه مظامين ، مقالې او څېړنې د ښوونې په چوکاټ کې وکړي . چې په انټرنټ کې شته . جرګو مرکو لکه زمونږ ولس او ټولنه وده ونه کړه ، حکومتونو له جرګو څخه ګټه اخستله او له وخت سره سمه منظمه وده يې ورنکړه ، ان دا چې لکه په دغو وروستيو لويو جرګو کې د لويې جرګې مشر د جرګې په اصولو نه پوهېدو . له جرګې نه يې د يوې ښځې د ويستلو امر وکړ . جرګې ته ملي د ازادو خبرو وخت ورنه کړو ، چې د جرګې سموالی او ولسواکي تر پوښتنې لاندې شوه . جرګې ته خپله پښتون په پښتو ژبه وېنا ونه کړه ، چې په پښتو ژبه پوهېدو . دغه عمل جرګې ته سپکاوی ، ملي ارزښتونو ته ، لوړې ګټې ته نه درنښت دی او د نورو ژبو توکم څنګه جرائټ وکړي چې په پښتو ژبه د افغانانو جرګه او ولسی جرګه کې خبرې وکړي ؟   ٦ ) پياوړې جګه کره پښتو پښتو ژبه هم لکه د نړۍ نورې ژبې د ګړدود او ليکدود ستونزې لري . بايد زيا وباسو چې دغه ستونزې وپېژنو او دغه ستونزې کمې کړو . په دغه برخه کې د پښتو ژبې د ژبپوهانو بيړنۍ راټولېدنه اړينه بولم .دوی بايد په پښتو ژبه کې د وخت له اړتيا سره نوي ريفورمونه او سمونونه رامېنځ ته اوپلي کړي . ولس وپوهول شي . راويښ کړی شي چې په دغو بدلونونو کې کوټلي ګامونه واخلي . پوښتنه دا ده چې مونږ خپله ژبه څنګه په يوه معياري پياوړې جګه پښتو ژبه ، ليکدود او کره ليکنه اړولی شو. د پښتو ژبې په سلګونو لهجو او د پښتنو په سلګونو ټبرونه د پښتو ژبې پانګه او زېرمې دي . ګړردود يا لهجه د يوې ژبې يو سيميز ډول دی . لهجې نه بايد چې ټېل وهل شي او ترېنه تېر شو . بلکې ترېنه يوه معياري پياوړې جګه ژبه او تر ډېره له پرديو تورو نه نګه ژبه جوړه شي . جګې ژبې په ډېرو ژبو کې له ګړدودونو څخه وده کړي . ګړدودونه Dialect له معياري جګې ژبې څخه وساتل شي پالنه يې وشي او همداسې جګه معياري پښتو لهجو څخه وساتل شي . په بل عبارت هر پښتون افغان خپله سيميزه لهجه وساتي او ورسره جګه پښتو ژبه ، کره ليکنه زده کړي . پياوړې جګه ژبه د پياوړيو جګ لوستيو پوهانو په کچه وي . دغه بهير په کورنۍ کې د ماشومانو په لومړني ښوونځي کې چې د دوی شخصيت جوړيږي پېل کيږي او په دويم ښوونځي کې چې په هغه کې ژبه او پوهه زده کيږي خپل اکاډمېک ، پوهنيز پړاو ته رسيږي . ماشومان ژبه له لويانو څخه زده کوي له يو نسل نه بل نسل ته ورکول کيږي .لويان بايد د ماشومانو د ژبښود ، ليکدود او کره پښتو انتقال او امانت ورسپارلو کې بې غبرګونه پاتې نه شي ، بايد په کور کې ډېره پاملرنه ورته وکړي . تر څو چې د پښتو ژبې له بېلابېلو ګړدودونو (( لهجو )) څخه يوه پياوړې جګه ، نګه پر پوهنيزو اصولو ولاړه او ټولو ته د منلو وړ ، خوږه ، پسته ژبه رامېنځ نه کړو . ژبه تل په اوښتون کې ده . د پښتو ژبې کره کېدل د يووشتمې پېړۍ او د نوي وخت غوښتنه ده . د ژبې او فکر تر منځه اړيکي . آيا کېدای شي چې بې له ژبې فکر وشي ؟ بې له ژبې څخه ناشونې ده چې فکر وشي . ايا مونږ فکر کوو کله چې مونږ ګړيږو . او يا دا چې مونږ په ورځني ژوند کې څنګه پښتو ژبه کاروو ؟ کله چې مونږ په کورني ژوند کې د ورځنۍ ژبې پر ځای په جګه کره ژبه خبرې وکړو . داسې معلوميږي چې ډېر جدي حالات دي يا يو بدلون تر سترګو کيږي . توپير دا دی چې يوه ژبه د لوستو روڼ اندو او بله ژبه د نالوستو ده . په معياري پياوړې جګه ژبه کې سړی د ورځنۍ ژبې نه په ډېر څه پوهيږي . په همدې وجه جګه ژبه ځان ته ارزښت ورکوي په زړه پورې ښکلی غږ او آهنګ لري . سړی د دې تمه ونه لري چې خلک نن سبا د خپلې ژبې عادات بدل کړي . دغه وده او بدلون په پېړيو کې رامېنځ ته کيږي . د بېلګې په توګه د لر او بر پښتنو په ګړ او ليک کې توپير ليدل کيږي ، دا ځکه چې ختيزو پښتنو پښتو ژبې ته له مونږ نه نوره هم لږ پاملرنه کړې . نړۍ د ګلوبلايزيشن نوي سېستم په لاره په ډېره چټکتيا مخ په بره روانه ده . پښتو ژبه په مليونو نويو مسلکي پوهنيزو ، تخنيکي ، فلسفي ، اقتصاد ، ټولنيزو لغاتونو جوړونو ته اړتيا لري . ژبه زمونږ د پوهې افقي پولې جوړوي . ژبه د انساني روح ټول ځواک دی . ژبه په چوپتيا کې جوړيږي . پرته له پښتو ژبې څخه زمونږ افغاني هويت ملي پېژند او ويښتيا ناشونې ده . د همدغې ژبې په مرسته مونږ افغانان سولې ، پوهاوۍ ، ملي يووالي او ولسواکۍ ته رسيږو . که پښتو پياوړې وه ، د ګران افغانستان ادبی بهیر پياوړی دی . دا زمونږ د ملي هويت ، د افغان ملي پېژند مهمه نښه ده . د افغانستان نورې ژبې هم زمونږ خوږې ژبې دي ، خو پښتو ژبه د غوڅ اکثريت د ژبې په توګه د ملي يووالي په نښه بايد بدله شي . د نا پوهۍ او بې تفاوتۍ لړۍ بايدپه ولسی جرګه اوحکومتی کابینه کی له منځه لاړه شي . نوی خپلواک افغانستان ، نويو ملي غوڅو تدبيرونو ته اړتيا لري .  خوشحال خان خټک :  تر مغلو پښتانه په توره ښه دي که په پوهه پښتانه وي څه هوښيار ", زمونږ پلارنی هېواد مورنۍ ژبه نه لري ؟ 2577,انور شاهين," که باده مې ده اسلام پښتو مې ظرف دی      مـــزه کانـــدی پــه خپل جام کــې مشروبات                                                                                                     (( حمزه بابا (رح) )) د پښتونخوا په زړۀ پېښور کې او د پېښور په زړۀ قيصه خوانۍ بازار کې د (( اهلبېت پښتو اکاډمي)) دفتر او کتابتون په رسمي توګه پرانستل شول د اکاډمي مسول انور شاهين وايي :  هيله من يو چې انشاء الله دا مرکز به د اسلام او پښتو د کلتور، ادب او فرهنګ د خپرېدو، ودې او ترقۍ سبب وګرځی. البته په دې لړ کې د لر او بر له ټولو پښتنو په تېره بيا د قلم له خاوندانو نه د هر ډول مرستو او همکاريو هيله کوو. همدا رنګ له پښتنو ليکوالانو يا کلتوری او ادبي ادارو نه غوښتنه کوو چې خپل کتابونه،رسالې او نور قلمی آثار راوليږي چې په ډېرې مننې او درناوی سره يې د اهلبېت پښتو اکېډيمۍ د کتابتون ښکلا وګرځوو.پته :  شهيدانو يادګار ته مخامخ، قيصه  خوانۍ بازارپوسټ بکس 346    پېښور (پښتونخوا) اکاؤنټ شمېره: 2250-0   الائيډبېنک قيصه خواني برانچ شيراز هوټل خېبر بازار پېښوربرېښناليک:   ahlebait_pakhto@yahoo.com ",د اهلبېت پښتو اکاډمۍ د دفتر او کتابتون پرانېسته 2578,اکبر اغني - هالنډ," اکبر غني - هالنډ په دې وروستيو وختونو کي د « اقای کرزی نا خوانده امضأ ميکند » تر عنوان لاندي د « پيام مجاهد » د مسؤل مدير کتاب ، له چاپه راوتلی دی ، چي واقعبينه انسان په حيرانتيا کي اچوي . آيا څه ډول دغه شان کسان چي لاسونه ئي تر څنګلو د زرګونو وطنوالو په وينو سره وي ، بيا هم ددې جرئت کوي ، چي په پوره بې شرمي د هغو جنايتونو نه سترګي پټي کړي چي د لمر غوندي روښانه اوساري ئي په نړۍ کي نه دی ليدل شوی . آيا دوي په اروائي ( رواني ) ناروغۍ اخته شوي دي ، چي له يوه پلوه د خلګو له خوا پر ټاکل شوي ولسمشر نيوکي کوي او دبله پلوه د نوموړي کتاب په ۴۵ مخ کي غواړي د احمد شاه مسعود په اړوند پر حکومت شرايط ومني . په داسي حال کي چي حامد کرزي په غاړه کي دګدائي کچکول اچولی دی او د نړی والو ته سوال کوي تر څو د شهيدانو او معيوبيونو وارثانو ته اذوقه برابره کړي ، خو احمد شاه مسعود چي به کومي مرستي چي لاس ته راوړلې ، هغه ئی د خپلو هيواد والو په وژلو لګولې ، چي يو ه  بېلګي ئي دروسانو په مرسته او دستور د  نجيب الله په خلاف  کودتا ده، چي د تاجکستان د کولاب  دهوائي ډګر واک او خپلي ټولي درنې وسلې ئي دده په واک کي ورکړي وې او ۱۳۷۱ کال د غوائي د مياشتي په ۸ مه نېټه د کابل ښار ته ننوتل او حالات ئي ددې لپاره مناسب وليدل چي چور او چپاول وکړي . داځکه چي دده مخالفين ددغه ډول وسلو لکه بم غورځونکي الوتکي ، ټانک او توپ نه بې برخي وه . ده خپله بنسټيزه پوځي اډه د ټلويزيون په غره کي ځای پر ځای کړه او خپله ئی ځان ددفاع وزير وټاکه. ده په زرګونو ملېشې لرلی او ټول غله د نظار شورا سره يو ځای شول .د حکمتيار ، عبدالعلي مزاري او بلاخره ددوستم سره  څلور نيم کاله د تمېدو پرته جګړه وکړه او د هغو سيمو په سلو کي ۷۵ ئي چي دده په د مخالفينو په اختيار کي وې ، د خاورو سره خاوري کړې، په تاريخ کي ئي ساری نه وؤ ليدل شوی ، چي د ښار په مېنځ کي په ۵ ـ ۱۰ کېلومتري کي څوک بې ګناه خلک د بم غورځونکو الوتکو ، توپ او ټانک په واسطه بمباردکړي او مالونه دي ئي چور او تالا کړي ، چي دهغه نه فلمونه هم ډک شوي دي . په هغو کي ښودل کېږي چي کله خلک له کار نه کورونو ته راستنېږي نو ويني چي کورنۍ ئي د مرګ په حالت کي دی او ملېشې د بمباردمان د عملياتو د سر ته رسولو نه ورسته ددوی د کورونو د مالونو په ټولولو لګيا دي . آن د غر پر سر د هغې پوستې نه چي وړاندي ئي يادونه وشوه ، دستور ورکړل شوی وه ، چي هر کله چي د خلګو ګڼه ګوڼه وليدل شي نو د راکټ فير دي پرې وشي . خلکو خپل مړي د جنازې د لمانځه د ادا نه پرته ، ښخول په پای کي سپيان د انسانانو د غوښو په خوړلو ماړه شوي وؤ .که چېري بې ګناه خلکو د تش په نامه دولت په وړاندي پاڅون نه وکړی ، د ټانک او الوتکو په وړاندي مقابله نه شوای کولای ، هغه هم د خپلو کورونو نه . نو اوس دلته پوښتنه پيدا کېږي چي شوروي ، چي مرحوم دادود خان د حفيظ الله امين سره په يوه شپه له مېنځه يوړه او ددغو وژونکو وسلو واک ئي د ددغه قهرمان مسعود په لاس کي ورکړل ، نو ولي ئي ونه شوای کړلای په يادشوي موده کي بې وسلې کړي او يا ووژني . دوستم په يوه ورځ لومړي مکروريان ، چي ددفاع د وزارت اړخ ته مؤقعيت لري د مسعود د ځواکونو د تصرف نه واخستل اوخپل په تصرف کي ئي راوستل .ددې په ځواب کي بايد وويل شي ، چي دغه کار د مخکني پلان له مخي وخت ته اړتيا لرله، که ددغو ډلو مشران بې وسلې شوي او يا وژل شوي وای بيا نو کېدای شول په دې صورت د جګړي اور ارام شوی وای او د چور او چپاول بر سېره د ۱۸ مليارډوبې ملاتړلرونکو نوټونود چاپولو او په بهرنيو اسعارو د هغوی د اړولو فرصت دلاسه ورکوی . نو ټول خلک دې ته ترګي په لار دي چي کله به د دغو چور او چپاول شوؤ شيانو د پوښتني کولو وخت را ورسېږي .لکه څنګه چي ټول خلک ويني چي دغو خلکو خپل د صفر ژوندنه لوړ پوړي قصرونه او د سوداګرۍ مارکېټونه جوړ کړل او  يو مليارډ ډالره ئي په بهرنيو بانکونو کي زخيره کړل . لکه شاعر چي وائي : از اسمان زر نباريد بسر شان                     يا خو شان دزد هستند يا رهبر شان  له همدې امله وائي چي خاين خايف دی .د دغه ډول ملېشو او مهماتو سره ئي ونه شوای کړای د طالبانو په وړاندي چي ټانک او طياره ئي نه لرل مقاومت ونه شو کړای . دا ځکه چي طالبان د خلکو د ملاتړ نه برخمن وؤ .لومړۍد هغوی د وېري نه ئي د پنجشېر د درې خوله ، چي د کابل د بې دفاع خلکو د مالونو نه ډکه وه ، وروسته ئي د سالنګ دتونل او حتي د کوکچي پر سيند پل  په ځان پسې وتړی .که چېري ئي د بري هيله په نظر کي وای نو هيڅکله به ئي داسي عمل ته چي په تاريخ کي ئي سارۍ نه ليدل شوی ، لاس نه وای اچولی . د کابل پر سړکونو د هغو شهيدانو او معلولينو کونډي او يتيمان ليدل کېږي ، کوم چي « مسعودبزرګ » په امر وژل شويدي .ددغو کسانو څېرې دګدونو او غبار او سترګي ئي د اوښکو نه ډکي وي . دغه ټولي بدبختۍ د « مسعود بزرګ » ديکه تازۍ، شرارت  او خود سرۍ  پايله ده ، چي د هيواد په سلو کي نوي وګړيو ( هم پښتنو ، هم ازبکو او هزاره ګانو ) زيان ليدلی دی .پر دې سربېره دی د پراخ بنسټه حکومت د جوړوېدو او شوروی اتحاد څخه د جګړې د زيان د اخستلو په وړاندي خنډ وه . دده د همدې خدمت په خاطر وه چي د راډيو ګانو له قوله د روسيې د دفاع وزير دده پر قبر د ګلونو ګېډۍ کښېښولې .دغه کار د دوه نيمو مليونو شهيدانو د وارثينو، د څلورو مليونو معيوبينو، مليونو کونډو او يتيمانو او اوه مليونو مهاجرينو غوسه را وپارول .په داسي حال کي چي نوموړۍ د کابل درې نيم مليونه اوسېدونکو په سلو کي نه نوي ( ۹۹ ٪ )مدعيان لري د پيام مجاهدمدير د خپل کتاب په ۴۵ پاڼه کي څنګه ددې غوښتنه کوي چي دده په راتلونکې کليزه کي دي د خواشينۍ تأثرات زيات شي . په دې هکله بايد وويل شي ، چي د هغو کسانو نه پرته چي دده د واکمنۍ په وخت کي ئي ډېر څه لوټ کړي وه او د ډېر شانداره ژوند څخه برخمن وه ، د نور ټولو ګډون  کونکي سياسي موخي لري .په دولتي ادارو ګي د نوموړي د عکسونو د ځوړندولو په اړوند بايد وويل شي، چي د جګړي په ميدان کي دده ماته خلکو ته ثابته شوې ده او دداسي سړي د عکس ځوړندول چي په سلو کي ۹۹ ئي مخالف وي سمه نه ده .مؤلف هڅه کړېده نوموړۍ داعليحضرت لوی احمدشاه دراني سره پرتله کړي . دلته بايد وويل شي ،چي احمد شاه بابا حکومت د بخارا نه تر هندوستان پوري غځېدلې و غازي امان الله خان د دهن پوره ټوپکانو په واسطه انګرېزان د ټانکونو او طيارو سره مات کړل او د هيواد خپلواکي ئي وګټل . خو « مسعود بزرګ ؟ » د لوېديځ د مرستو سره سره و نشوه کولای اقلاً يوه ولسوالي هم د کمونستانو د اشغال نه وساتي . له ا۹۸۲ کال نه وروسته ، چي د شوروي سره ملګری شو، د ټولو هغو توپونو او طيارو سره سره چي ئي په اختيار کي وه ، وئي نه شوای کړلای د پاکستان يوه پوسته ئي هم ونيسي ، نو دده قهرماني په څه کي ده ؟دهغه ځانګړي موزيم  په هکله ، چي دمولف په خبره په هغه کي بايد دمسعود کالي او وسلې کښېښول شي ، بايد وويل شي چي په دغه موزيم بايد د کابل د وران ويجاړ ښار نقشه هم وښودل شي چي دده په امر ويجاړ شوي دي او هغه فلم هم بايد وښودل شي ، په کوم کي چي نوموړۍ خپلو ملېشو ته خطاب کوي او وائي چي د غنيمت مالونه په خپلو مېنځونو کي ووېشي . په دې هکله چي دمسعود په يادد ټلويزيون ديادشوي غره پر سر  يوه ابده جوړه شي تر څو هغه مېلمانه چي کابل ته راځي هغه ته ورشي او په ياد ئي ګلان ورته کښېښول شي ، بايد وويل شي چي دا ښه وړانديز دی خو په دې شرط چي د نوموړي د ټولو جنګي اډو نه عکاسي وشي  . دا ځکه چي د هغه ځا ی نه کابل د ښار دهغو ورانو سيمو نه ښه عکاسي کېدای شي ، کوم چي دنوموړي قهرمان د جګړو په پايله کي وران شوي دي . لکه څنګه چي ده مخکي له مخکي د اشغال لپاره زمينه برابره کړې وه ، نو هرورمرو به ګلان هم ور ته راوړي . ده د يوې پوځي نهاد د جوړولو په هکله هم يادونه کړېده ، چي په هغه کي به د « مسعود بزرګ ؟؟ » د کارنامو او ارزښت په هکله څېړني وشي . دا سمه خبره ده ځکه چي ده خپل پلويان و شومو مقصدونو ته ورسول . په اخر کي بايد وويل شي چي د افغانستان خلک د نړۍ د نورو هيوادونو د خلکو نه يوه ځانګړتيا لري ، هغه دا چي په هيڅ ډول له خپلو حقونو او غچ اخستلو نه نه تېرېږي . په داسي حال کي چي زرداد په لندن کي په ۲۰ کاله او دوه نور کسان په هالنډ کي په ۱۲ او ۹ کاله بند محکوم شول نو نور جنايت کونکي هم بايد خپلې سزا ته سترګي په لاره واوسي . له هر څه نه ښه داوه چي د کتاب ليکونکی ددولت نه د هغو مستندو فلمونو کسټونه او په مليونو نو ټوکه کتابونه چي ددغه ډول جنګسالارانو د جنايتونو په هکله ثبت شوي دي، د بيا خپرولو هيله کړې وای ، کېدای شي کرزي بيا هم نا خوانده لاسليک کړې وای .",د پيام مجاهد د مسول مدير وړانديزونو ته غبرګون 2579,," د افغان ولسمشر حامد کرزي د مشر وزير امين ارسلا په ګډون د حکومت د نوې کابينې ٢٠ تنو وزيرانو نن د ارګ په ماڼۍ کې چې د مشرانو او ولسى جرګې مشران او غړى او د جهاد دوخت يو شمير مشران حاضر وو،پر ځاى کړل. دولت ته نږدې سرچينو وويل چې ډير ژر به د ٥ تنو رد شوو وزيرانو پرځاى نوى کسان د باور د رايې د ترلاسه کولو په موخه ولسى جرګې ته وړاندې کړي . همداشان د امريکا ولسمشر جورج بوش د ټيلفون پر ليکه خپل سيال افغان ولسمشر ته د نوى کابينې مبارکى ويلى او له افغانستان سره يې د ملاتړ او مرستو د دوام د ژمنې ډاډ څرګند کړى دى .دغه وزيران به د چهارشنبې په ورځ رسما خپلې دندې پيل کړي . ",د نوى وزيرانو د لوړې مراسم پر ځاى شول 2580,," د کابل ښار د ١٣ حوزې په اړوند سيمه کې نن دوې ميرمنې(مور او لور) په خپل کور کې وژل شوي دي . ددغې حوزې د پوليسو مشر شک ښودلى چې ددغو وژنو لامل تر ډيره بريده کورنى اختلافات دي . ده بينوا ته وويل پلټنې پيل شوي دي او پوليس ددغه کورنۍ د زوم په لټه کې دى چې اوس مهال ددوى په وينا پاکستان ته تښتيدلى دى . ",کابل کې دوې ميرمنې وژل شوي دي 2581,," د فراه امنيه قوماندان بينوا ته وويل ناپيږانده وسله والو کسانو ددغه ولايت د محکمې مرستيال مولى شيخ احمدله جومات څخه خپل کور ته د تګ په لاره په ډزو سره وژلى دى . ده وويل موږ په سيمه کې په دې اړوندپلټنې پيل کړي دي . دغه وژنه نن ماښام شوې ده . ",د فرا د محکمې مرستيال وژل شوي دي . 2582,," د کابل د هوايى ډګر سرحدى پوليسو نن له دوو تنو افغان مسافرو څخه ،چې د اريانا افغان الوتکه کې د دهلى په لور يې الوتنه درلوده ١٠ کيلوګرامه هيروئين تر لاسه کړل . د هوايى ډګر د سرحدى پوليسو مشر امرخيل بينوا سره د اريانا يو شميرکارکونکى په دې تورن کړل چې له قاچاقچيانو سره لاس لري . ",١٠ کيلو ګرامه هيروئين هوايى ډګر کې ترلاسه شوي 2583,," د المان په ګډون د ملګرو ملتونو دامنيت شوراد ٥ دايمى غړو د لوړپوړو ديپلوماتانو ناسته په پاريس کې پرته له پايلې پاى ته ورسيده اوبرخه وال په دې ونه توانيدل دا سې لارې چارې ومومى چې ايران له اتومى تګ لارې لاس په سر کړي . روسيه او چين په ايران باندې د اقتصادى بنديزونو د لګولومخالفت کوي او ټاکل شوې ده په راتلونکى دوشنبې کې د ٦ هېوادو د بهرنيو چارو وزيران په نيويارک کې بيا سره راټول شي . ",د ايران په اړوند دپاريس ناستې پايله نه لرله . 2584,," د ارمنستان د هوايى کرښې يو وزر ٣٢٠ اير باس ډوله مسافر وړونکى الوتکه پرون ماښام د رادار له صفحې څخه د تور بحيرې د پاسه لادرکه شوې ده . دغه الوتکې د ارمنستان له پلازمينې ايروان څخه د سوشى ښار په لور ١٠٠ تنه مسافرين ليږدول . روسې چارواکو ويلي چې د الوتکې ټوټې د سوشى ښار ته تور سمندر ګې کې پيدا شوي دي . تر اوسه يوازې ١٥ مړى چې ٥ يې ماشومان دىپيدا شوى دى او د ژغورنې عمليات سختو اورښتونو له ستونزو سره مخامخ کړي دي. په وروستى رپوټ کې ويل شوي چې د الوتکې ١١٣ تنه سپرلى او عمله وژل شوي دي. ",د ارمنستان يو مسافر وړونکى الوتکه غورځيدلې 2585,," د هغه کلنى رپوټ له مخې چې د(سولې صندوق) مجلې خپور کړى افغانستان د نړۍ د ٦٠ ناکامه هېوادو په کتار او نوم ليک کې لسم ځاى لري او تر ټولو ډير کمزورى هېواد سوډان بلل شوى دى . په رپوټ کې عراق څلورم او پاکستان د نړۍ نهم ناکامه هېواد شمير ل شوي . کانګو، عاج ساحل، زيمبابوې، چاداو سوماليا هم په په ټيټ کتار کې راغلى دي . دغه رپوټ د هغو څيړنو له مخې خپور شوى چې دغه مجلې د کورنى جګړو ، مالى فساد ، په زوره سره ګډوالى، او د حکومتونو د مشروعيت د ځانګړتياوو په اړند تر سره کړي دي. ",افغانستان د نړۍ د ناکامه هېوادو لسم هېواد دى 2586,," نن سهار د ٩ نيموبجو شاو خوا کې د جلال اباد ښار د ننګرهار ولايت دودانۍ د ننه درنده چاودنه شوې ده چې تر دم ګړۍ يې د مرګ او ژوبلې په اړوند کره مالومات نه شته . يوې باوري سرچينې بينوا ته وويل د والى د موټر په ګډون دوه موټر په دغه چاودنه کې زيانمن او ويجاړ شوي دي . ودانيو ته هم ز يان رسيدلى دى. چاودنه د والى دفتر ته مخامخ په يودولتى موټر کې رامينځ ته شوې ده .د ننګرها د پوليسو مشر جنرال سالنګى بينوا ته وويل چاودنه مرګ او ژوبله نه لري او په تور يې تراوسه څوک نه دي نيول شوي . مګر د ننګرهار و الى شيرزوى وايى چې د ساتونکو د مشر، پخوانى ادارى رئيس ، د ده له چلوونکى او يو ميلمه څخه په دې اړوند تحقيقات پيل شوي دي .چاودنه د ولايت د پخوانى ادارى رئيس مطيع الله فضل يار په موټر کې رامينځ ته شوې ده .طالب جنګياليو ددغې چادنې پړه منلې او ددغه ډلې يو وياند داکتر حنيف ويلى چې ددولت ٤ تنه کارکونکى په دغه چاودنه کې وژل شوي دي. ",د ننګرهار د ولايت ودانۍ دننه چاودنه شوې 2587,پښتونځار," ميدان ښار، ۱۲ ثور۱۳۸۵هـ ش:دميدان وردګوولايت دمقام په تالاركې  د انتقالي عدالت په اړه يوورځنى وركشاپ ترسره شو. وركشاپ كې ځايي عالمانو،ديوناما او بشري حقوقو دځانګړي كمېسيون استازيو، دولسي جرګې يوۀ تن غړي، دسيداباد،جلرېز اوجغتو ولسواليو ولسوالانو، دولايتي شورارئيس  او نوروحقوقي، عدلي او قضايي چارواكو برخه اخستې وه.دوركشاپ په پيل كې دميدانوردګوولايت والي محترم عبدالجبارنعيمي، دغه ډول وركشاپ ، دامنيت دټينگښت ، سولې راوستو، او ټولنيز عدالت په رامنځته كولو كې گټور وبلل. همدارنګه هغوى وويل چې په ميدان وردګوكې:`` دسالم عدلي او قضايي سېستم دجوړولوپه لار كې مياشتنۍ غونډې دايريږي. چې انشاء الله ولس ته ورپېښې ستونزې به له منځه يوسي. همداراز په دې لار كې زياتې برياوې لاس ته راغلي دي. دمحاكمو رياست او څارنوالۍ تعميرونه دجوړېدو په حال كې دي...... زه په خپل وار دانتقالي عدالت په باب هغه غونډې او وركشاپونه چې تر اوسه جوړ شوي، پا يلې او نتايج ېې دډاډ وړ بولم. دخپل اته ويشت كاله كړېدلي ولس لپاره ېې دسوكاله ژوندانه بنسټ  ګڼم... دحقيقت يابۍ مصالحې هغه كنفرانس چې دديارلس سوه، څلوراتياوم كال دقوس په مياشت كې داير شوى ؤ. هيله مند يم چې دهغه دمحتوياتو په تطبيقولو كې به زياته مرسته تر سره شي....``ورپسې دوركشاپ ګډوانوال هم په خپل، خپل وار  دانتقالي عدالت په اړه وغږېدل.او په دې لار كې ېې خڼدونه په ګوته او پر لارو چارو ېې رڼا واچوله.همدا راز نن دميدان وردګوولايت والي د افغانستان لپاره دسويډن كميټې له يوې لوړ پوړې چارواكې اغلې `ليناء` سره ديوې ناستې په ترڅ كې  وليدل . په ليدنه كې ېې ترې وغوښتل چې  دكلينكونو، ښوونځيو په جوړولو اودكرهنې او ابيارۍ دسيستمونو په رغولو كې ورسره مرسته وكړي. ",وردګ : دانتقالي عدالت په اړه يوورځنى وركشاپ وشو 2588,امین الله عادل," د اوښ په شا سپي وخوړ د مطلب د ليکوال د پام وړ: امین الله عادل دکرزي صاحب د څو مسلسلو حکومتونو او وردګو ولایت د یو شمېر والیانو له جلمې ښاغلی عبدالجبار نعیمي یوازنی کس دی چې ددغه ولایت لپاره یې څه نا څه خدمت کړی، ولایت یې رغولی او د ولایت د ابادۍ لپاره یې هڅې کړې دي.  محترم والي صاحب چې هرڅه کړي، له هېچا پټ نه دي او ټول په درنه سترګه ورته ګوري، موږ وینو چې نعیمي صاحب که ددغه سیمې د ابادۍ په هڅه کې دی هغه دي ټول خلک یې ستایي، افرین پرې وایي او مننه ترې کوي. والي صاحب که د ابادۍ یوه ډبره هم کیږدي هېڅوک به یې هېره نه کړي، تل به یې خلک یاد ساتي، ښایي یو وخت به والي صاحب نه وي، خو یاد به یې ضرور تلپاتې وي. که د جغتو جریدې مقالې او د هغې پر سر راپورته شویو متضادو ځوابونو ته راشو، باید ووایو چې د نوموړې جریدې موخه دا نه ده چې د والي صاحب ښېګړې منفي کړي، بلکې د والي د لا پاملرنې غوښتنه کوي، د ستانه دار په وینا (ګیله له هغو کیږي چې تمه ترې کیږي) د والي صاحب د ليکوال ځوابي ليکنه ښکلې ده، خو دا باید ووایو چې د ولایت ودانۍ رغول شوې دي، سړکونه پاخه شوي دي، مسجد او ریاستونه جوړ شوي دي، خو د چک سړک بیخي نه دی جوړ شوی، په سلګونو مارکيټونه نه دي جوړ شوي، د خلکو کښتونه او فصلونه له منځه تللي، چایې غمه نه ده خوړلې. دا سمه ده چې والي صاحب ځوان او با ابتکاره دی او اداري جوړښت ته پاملرنه کوي خو والي صاحب ته دې یاده وي چې د دې ټولنې قومي جوړښت داسې دی چې غل یې په خپله سیمه کې غلا نه کوي، سوالګر یې په خپله سیمه کې سوال نه کوي، خو متاسفانه چې په همدې اوسنۍ اداره کې داسې بډې اخیستونکي شته چې يوه امضا بې له پیسو نه کوي، ان څوک خپله حقه تذکره بې له پیسو نشې ترې اخیستلای. د والي صاحب لیکوال وایي چې والي صاحب ولسوالیو ته سفرونه کوي، تر څو د خلکو ستونزې له لنډه و ګوري، رښتیا چې دا د والي صاحب نوښت دی، خو کله چې جغتو ولسوالۍ ته تللی وو، د یو مهربانه مسوول په توګه یې باید د یوې لیسې زیارت هم کړی وای، چې په دې سره به ضرور دا پوښتنه ورسره پيدا شوې وای، چې ددغه ولسوالۍ مرکزي لیسه چېرې؟ دا څنګه د ولسوالۍ زړه دی چې لیسه پکې نشته، که لېسه نه وي متوسطه خو باید وي؟ خو هلته یوه ابتدایه ښونځی او هغه هم تر پرونه په سره ډاګ پرته وه، پنځه سوه شاګردان او یوازې شپږ معلمان لري او بس. ريښتیا ده چې د چک د فابریکې په اړه به والي صاحب بې خبره نه وي خو که د نوموړې فابریکې قدامت او اهمیت ته ځیر شو بیا نو هر چارواکی تر هغه مسوول دی تر څو یې د ا فابریکه په لازم ډول سره په پښو نه ده درولې. په میدان ښار کې چې د علمي کدرونو لپاره والي صاحب کوم ابتکار کړی دا رښتیا د ستاینې وړ دی خو دا خبره به لا عملي شوې نه وي، اما له دې خبرې نه پوره خبر یم چې زموږ د وردګو خانانو او ملکانو پکې ځمکې اخیستې دي، خپله سهمیه یې تر لاسه کړې ده. ان هغه د مهاجرینو لپاره چې کومه سهمیه بېله شوې وه په هغه کې د ولسوالیو شوراګانو خپل ملکان ور معرفي کړي دي.  د والي صاحب لیکواله! دا منو چې د مرستې را جلبول استعداد غواړي خو زموږ په والي کې دا استعداد شته خو په هر ډول چې وي باید ویې کاروي، دا نقل به موږ والي صاحب ته ورکړو چې داسې موسسه نشته چې ددې سیمې خلک به نه وي پکې، دا نو اوس په والي صاحب پورې اړه لري چې څنګه یې را جلبوي او سمبالوي! د والي صاحب لیکواله! که د جغتو جریدې مسوولین او دا نور لیکوال ټول غلط او تیروتي وبولو دا به ته هم راسره منې چې د خلکو غوښتنې او د یوې سمې نيوکې کول او حق غوښتل تبعیض او بد بوی نلري، دا عمل به د هغه ښکېلاکګرو سیاست وي چې ته خپل حق غواړې او دوی دې ترهګر او باغي وايي. بس همدومره ",نه هسې او دسې 2589, حسين (عنا يت),"  د تيری يکشنبي (يوه نۍ) په ورځ دافغانانو د ټولنې لخوا د يوې پرتميني مشاعرې ا ومېلې په ترڅ کی د نارنج د ګل مېله په لندن کې ونمانځل شوه.  د نارنج دګل دوديزه ميله چی د څولسيزو راپه دېخوا هر کال د ننګرهار (هميشه بهار) په مرکز جلال آباد کې د ډيري ستري او پر تميني مشاعری په ترڅ کې د ولولو په څرګندولو سره د يوې مېلې په توګه سر ته رسيږي او د نارنج ګل د مېلی په نوم ئي د افغانستان ټول وګړي پيژني ، د نارنج ګل د ميلې اصل روح د نارنج ګل مشاعره ده چی د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه شاعران لیکوالان او د شعر او ادب مينه وال پکې برخه اخلي. د نارنج ګل مېله د جلال آباد په ښکلی ښار کې د نارنج ګل د غوړيدو سره سم کله چی ټول ښار د نارنج ګل په عطر و معطر وی سرته رسيږی.  په لندن کی د اوسيدونکو افغانانو د ټولنې په نوښت د نارنج ګل ميله د لومړي ځل لپاره د خپل روايتي ټاټوبي څخه بهر دلته په لندن کې د يوی پر تميني مشاعرې او ميلې په بڼه ونمانځل شوه.  د يادوني وړ خبره ده چی د غونډی تالار په افغانی دود فرش شوی ؤ او د غونډی ګډون کوونکي د وطن د ديرو او حجرو په څير بی له رسمی تشريفاتو ناست ؤ او د تالار په ګوټ ګوټ کی د نارنجانو او د نارنج د کورنۍ د ميوو (کينو او مالټو) څخه ډکي ډکي ټوکرۍ ايښودل شوی وی چی تالار ته ئي ډيره رنګيني او ښکلا بخښلې وه .  دا ډول مشاعره او غونډه سره ددی چی په خپل بڼه کی په لندن کی د لومړی ځل لپاره جوړه شوی وه  د غونډی د منتظمينو د توقع څخه ډير زيات شاعران ليکوالان او د ادب مينه وال د لندن د مصروف ژوند سره سره دی غونډی ته راغلي ؤ.  د غونډی د سټيج د چارو سمبالونکی انجنير احمد حسين (عنايت) وو.  غونډه د مازيګر په پنځو بجو د قرآنکريم د مبارکو آيتونو په تلاوت د ډګروال بشير لخوا پيل شوه.  ورپسی د افغانانو د ټولنی مشر ښاغلی سيد جان (کارواني) د غونډی ګډونوالو ته ښه راغلاست او هر کلې ووايه . بيا د ټولنی د مرستيال ښاغلی محمد سليم تايب لخوا په لنډه توګه ددی ځانګړی مشاعری او د مېلې د ترتيب په اړه معلومات ورکړل شول.  ورپسي ښاغلي شهسوار (سنګروال) د نارنج ګل د ميلی تاريخي پس منظر د يوی مقالې په ترڅ کی ګډونوالو ته څرګند کړ او خپل يو شعر ئي چی دنارنج ګل په اړه يی ليکلیې وه ګډونوالو ته واوراوه چی په دي توګه مشاعره پيل شوه.  ورپسی ښاغلی فاتح الملک ننګ ( يوسفزي ) دنارنج ګل د عنعنوی ميلی په اړه څرګندونی وکړی اوپه دی اړه ئی خپل شعرولوست ورپسی ډيرو شاعرانو لکه ښاغلي پامير ، ښاغلي عبدالکريم ميثاق . انجنير احمد حسين عنايت (محسن) ، ډاکټر اصل مير پتنګ ، ښاغلی خسرو روز به سنګروال ، ښاغلی شفيع پاينده مل ، ښاغلی حبيب اله جانبدار ، ډګروال محمد اسمعيل غرني او نوروخپل شعرونه وړاندی کړل چی د حاضرينو د تود هر کلي سره مخامخ شول. محترمی ماری شيرزاد د خپل والد(ښاغلي محمد نجيب آصفي ) ليکل شوی شعر د ګل نارنج تر عنوان لاندی حاضرينو ته وړاندی کړ .  د يادونی وړ خبره چی د شعرونو سره سره ځېنی دوستانو ټوکی او فکاهيانی حاضرينوته واورولی چی د ښاغلی رسول ( باوری) ټوکی د ګډونوالو د زياتی پاملرنی او خندا سبب شوی .  ورپسی د لمانځه وقفه وه او بيا ډوډۍ وخوړل شوه چه د افغانانو د ټولنی لخوا د غونډی ګډونوالو ته د افغانی دود پر اساس تهيه شوی وه .  د پروګرام په دوهمه برخه کی ښاغلی لطيف ننګرهاري په خپل خواږه او ښکلی غږ ملي، وطنۍ او د نارنج ګل مستی نغمی او سندری وړاندی کړی چی د حاضرينو د چک چکو او دروند هر کلی سره بدرګه شوي.  پدی برخه کی د ځوانانو اتڼونه په ځانګړی توګه د څڼه ورو ځوانانو اتڼونه د ګډو نوالو او حاضرينو د خاصی پاملرنی وړوګرځيدل او تود هر کلی ئي وشو چی هره برخه ئي دګډونوالو لخوا په چک چکو او د ولولو په څرګندولو بدرګه شوه.  غونډه د شپي په يولسو بجو د خوښۍ او دوستۍ په فضا کی پای ته ورسيده.  ددی غونډی په ترتيب او تنظيم کی د افغانانو د ټولنې د مشرتابه ، اجرائيه هئيت او مشورتی شورا د غړو په خاصه توګه د ډاکټر عبدالوهاب ( زهير) زيار او هلي ځلي د ستايلو وړ دي .  حسين (عنا يت) ",د نارنج ګل مېله په لندن کې 2590,," عراق کې دزورزياتې او مذهبى تاتريخوالى له امله د بغداد په ختيځه سيمه کې د ١٤ وژل شوو کسانو مړى پيدا شوي چې په ډله ايزوه توګه په ګوليو ويشتل شوي دي .پوليسو ويلى د وژل شوو سترګې لومړۍ تړل شوې او بيا پرې ډزې شوي دي.همداشان نن د بغداد په غرب د فلوجه ښار کې د يو ځانمرګى بريد له امله ١٦تنه مړه او تر ٢٠ ډير نور ټپيان شوي دي . ",عراق کې چاودنې د ١٦ کسانو ژوند واخيست 2591,," نن سهاروختى د هند د اتراپرديش ايالت د رامپور ښار ته نږدې د سپرلۍ يو موټر د يو پله د پاسه سيند ته لويدلى ، چې له امله يې ٢١ تنه مړه او ٢٦ تنه نور ټپيان شوي دي . همدا شان د سه شنبې په ورځ بمبيى ښار ته نږدې په ورته پېښه کې ٣٢ تنه مړه او ٣٠ تنه نور ژوبل شوي وو . چارواکو ويلى دواړه پېښې هغه مهال رامينځ ته شوې چې موټرچلوونکو په موټرو خپل څار له لاسه ورکړى دى . ",د سپرلۍ يو موټر هند کې سيند ته لويدلى دى . 2592,," يمن کې يوې محکمې دغه هېواد کې د القاعده دويم کس ( محمد حمدى الاهدل) مشهور په ابو عاصم په دوو کلونو او يوه مياشت بند محکوم کړ . ويل شوي نوموړى څو ځله چيچن او افغانستان ته سفر کړى او د جګړو په ترځ کې ،په يوه پښه ګوډ شوي دي. ابو عاصم په کال ٢٠٠٣ کال کې په صنعاکې ونيول شو او تر اوسه په جيل کې دى . په ده تور لګول شوى چې د غربى هېوادونو د ګټو په وړاندې يې په يمن کې وسله وال عمليات کول . نوموړى په کال ١٩٧١ د عربستان په مدينوه منوره کې پيدا شوى ،څلور اولادونه لري او د شتو سوداګرى يې کوله . ",يمن کې د القاعده دويم کس دبندپه جزا محکوم شو 2593,," د کابل - کند هار د لويې لار په اوږدو کې ميدان ښار ته نږدې په درانى کې د سړک په سر نن له غرمې مخکې بمى چاودنه شوې ده ، چې مرګ او ژوبله نه لري . دغې چاودنې يوازې څو متره سړک وران کړى دى . د وردګو د پوليسو مشر وايى د پېښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى ،مګر په دې هکله امنيتى چاراکو خپلى څيړنې په سيمه کې پيل کړي دي.د دغه بريد موخه نه ده څرګنده او نه يې پړه چا منلې . ",ميدان ښار ته نږدې د سړک په سر چاودنه شوې . 2594,عبدالله شاه (ژوندون ),"  هسي نه ټولي مې جانانه په ستم تيري دي  يو څو شيبي مې د ژوندون په خوښي هم تير ي دي لاخو مي زؤ ه کې بله مينه ټوکيدلي نه ده که نه و ډيري ښکلې ښکې مې په څنګ تير ي دي يو مې کابو نه وي کابو ده چې يو نوی را شي د ژوند شېبې مې بس همداسي غم په غم تير دي هغه يو څو شيبې مې ژوند کې را حساب وګنئ نوري مې ټولي په خيالونو د صنم تير دي  غزني قره باغ ", غزل 2595,," په هرات کې دولتى ځواکونو د سرحدى پوليسو يو تن افسر چې د نيشه يي توکو په قاچاق کې يې لاس درلود،نيولى دى . د هرات د ٦ سرحدى لوا مشر جنرال ايوب صافى بينوا ته ددغه کس د نيولو پخلۍ کړى او وايى له نوموړى څخه ١٤ کيلوګرامه هيروئين او ٢٨ کيلو ګرامه ترياک ،چې له يو تن قاچاقچى سره يې يو ځاى د ترکمنستان په لور ليږدول ،لاس په لستوڼى ترلاسه شوي او دم ګړۍ له نوموړو څخه تحقيقات روان دي .له دې وړاندې هم څو ځلې په ورته پېښو کې دولتى پوليس د نيشه يي توکو په قاچاق او ليږد تورن شوي دي. ",د ولتى صاحبمنصب له هيروئينو سره نيول شوي 2596,," د هلمند د حيدراباد سيمه کې چې د ګرشک او سنګين ولسوالۍ ترمينځ موقعيت لري پرون غرمه د افغان دولتى ځواکونو او مخالف طالب جنګياليو تر مينځ څلور ساعته درنده جګړه شوې ده ، چې دواړو لورو ته په کې مرګ او ژوبله رسيدلې ده . په سيمه کې ځايي اوسيدونکو د جګړې پخلۍ کړي ا ووايي چورلکو هم په کې برخه اخيستې وه. د مرګ او ژوبلې په هکله کره رسمى مالومات نشته ، مګر په سيمه کې يو امنيتي چارواکى بينوا سره د ٢ تنو دولتى عسکرو په ګډون د ٦ طالبانو دوژل کيدو او يو شمير ټپى کيدو غير رسمى ادعا وکړه . ",په هلمند کې درنده جګړه شوې 2597,," افغان دولتى ځواکونه او مخاف جنګيالى نن د ارزګان په دهراود او د زابل په داى چوپان او خاک افغان ولسواليو کې پر يو بل بريدونه کړي او داوړه لوري ادعا کوي ، چې يو بل ته يې درنده مرګ او ژوبله اړولې ده . دولت ادعا کړى چې په ارزګا کې يې وروسته له هغه تصفيوى عمليات پيل کړل چې مخالفو جنګياليو يې په کاروان وسله ال بريد وکړ چې په کې ١ دولتى عسکر مړ او يو بل ټپى شو .مګر د طالب جنګياليو يو وياند بيا ادعا کړې چې ارزګان کې يې ١٢ عسکر وژلى او ٢ دولتى موټر يې سوي دي او يو اندازه وسله يې لاسته راوړې ده . په زابل کې يې هم د ٥ موټرو د له مينځه وړو ادعا کړې ده . ددغو ادعاوو سپيناوى لا نه دى شوى . ",ارزګا او زابل کې مرګ او ژوبلې 2598,,"   (حقيق) - کابل :    دراه نجات ورځپاڼه دروان کال دثوردمیاشتی د ۱۲ نیټې په ګڼه کې دایران دخبری اژانس ایرنا له قوله لیکی:  په افغانستان کې دایران سفیر ښاغلی محمد رضا بهرامی دایران خبری اژانس ایرنا ته ویلی چې دافغانستان دجمهوررییس حامد کرزی په هدایت ۱۷ تنه ایرانی بندیان چې دکابل اوهرات په زندانونو کې بندیان ؤ له بنده خوشې شوی، حامد کرزی وروسته له هغه دنوموړوبندیانو دخوشې کیدوفرمان صادرکړچې ایرانی لوری له افغانی مقاماتوسره خبری وکړې. خبر په کابل کې دایران دقونسل ښاغلی شهریارآموزګارله خولې لیکی: چې ۱۵ تنه له د غوبندیانونه په هرات ولایت کې اودوه تنه یی په کابل کې بندیان ؤ، اوهغوی دمخدرره توکوپه قاچاق اوافغانستان ته د غیرقانونی راتګ په تور محکوم شوی ؤ. ددوی بند له ۵ نه تر۱۰ کالو پوری ؤ چی زیاتره دغه بندیان له شپږومیاشتونه تردووکالوپوری په بند کې پاتی شوی ؤ. داپه داسې حال کې ده چی دایران په زندانونو کې به زرهاوافغانان پراته دی. به خبرکی نه دی ویل شوی چی آیا ایرانی لوری هم دافغانی بندیانو دخوشی کیدو په هکله کومه موافقه کړی اوکه نه؟ اوآیا زموږ دهیواد مقامات هم په بهرکی دخپلو اتباعو په فکرکی دی که نه؟  پخوا له پاکستانی لوری سره په دی اړوند خبری شوی اوهم یو شمیربندیان ددواړولورنه خوشی شوی هم دی. خونه پوهیږو چی له ایرانی لوری سره هم په دې اړوند کوم جوړجاړی شوی که نه؟ که شوی وی خو ښه اوکه نه وی شوی نو دا دافغانستان ددولت دلوری ضعف او دخپلواتباعو له حقوقو نه بی خبری څرګندوی. په یاد شوی خبرکی دایران دسفیر له خولی ویل شوی چی اوس په افغانستان کی هیڅ ایرانی تبعه بندی نه دی اوهم ویل شوی چی موږ دایران دجمهورریس ښاغلی احمدی نژاد دهغی پالیسی له مخی په دی اړوند له افغانی لوری سره خبری کړی چی په بهرکی یی دایرانی اتباعو دحقونو ددفاع لپاره پرته ددوی دفکری تمایل په پام کې نیولوسره لری. بایدیادونه وشی که چیری په افغانستان کې هیڅ ایرانی بندی نه وی نوپه ایران کی هم باید افغانی بندیان نه وی اوکه کوم سترجرم لری باید افغانی محاکموته وسپارل شی. ګرڅه په ایران کی دمخدره توکودقاچاق په تورنیول شوی بندیانو ته ترټولوسخته جزاټاکل شوی خوله افغانستان نه خوشی کیږی . په کارده چۍ افغانی لوری هم دخپلو اتباعو دحقونو ددفاع په فکرکی وی اوله ایران نه دبالمثله چلند غوښتنه وکړی. داسمه ده چې په ایران کی ډیر افغانان دی اوڅرګنده ده چی ډیرافغانان به هم په ایران کی بندیان وی خو داباید دامعنی ونه لری چی ایران دی په افغانستان کی بندیان ونه لری اوافغانستان دی په ایران کی بندیان ولری.دافغانستان د باندنیو چاروزارت ، په ایران کی دافغانستان داسلامی جمهوریت سفارت اونوراړونده ارګانونه باید نه یواځی په ایران بلکی په ټوله نړی کی دافغانستان داتباع دحقونو ددفاع په فکر کی شی څوچی افغانان هم لکه دنوروهیوادونو داتباعو غوند ی دډاډ احساس وکړی. ",په ایران کې دې افغانی بندیان هم خوشې شی 2599,ميرويس جلالزي," د هند تر ولکي لاندي کشمير کي د وسلوالو کسانو له خواه په يو بريد کي لږ تر لږه ٣٥ تنه ووژل شول. ويل کيږي دا بريد کيداي شي چي د سخت دريځو اسلام پالو له خواه تر سره شوي وي . بريد د جمو ښار ته نژدي په دوو کليو کي تر سره شوي دي . د جمو ولايت اوسيدونکي او تاوا کلي استوګن د شپي له خواه تر بريد لاندي راغلل. يوازي ٨ تنه له بريد نه په تيښته بريالي شول تر څو په سيمه کي نژدي امنيتي پوستي ته خبر ورکړي. په دي پيښه کښئ ٥ تنه ښځي او ماشومان په کلکه ژوبل شوي دي . اوس پوځ کلک امنيتي تدابير نيولي دي . په هندي کشمير کښي تر ٢٠ ډيري ډلي د خپلواکي لپاره جنګيږي ز تر اوسه تر ٧٠ زرو ډيرو کسانو خپل ژوند ونه دلته له لاسه ورکړي دي . ",په هندي کشمير کښئ درنده مرګ ژوبله اوښتي 2600,ميرويس جلالزي," اروپايي ټولني وويل چي صربستان د جنګي جنايت کار رادکو ملاديچ  په نيونه کـي هغسي چه بايد شوي وايي هڅي ندي کړي. په هاګ کي د جنګي جنايتونو محکمي څو ځلي له صربستان نه غوښتنه کړي وه چي د ملاديچ په نيونه کي دي چټک ګامونه اوچت کړي . هغه په بوسنيا کي د زرګونو تنو په وژنه تورن ده. ",له صربستان سره د اړيکو پر سر د اروپايي ټولني لانجه 2601,," د غزنى ولايت يو شمير اوسيدونکى د غزنى په والى شيرعلم تور لګوىچې په زو ر سره يې ددوى ځمکې غصب کړى او د ښارى پراخيتا په موخه يې په نورو باندې پلوري . دوى نن په کابل کې د ملى شورا ودانۍ مخې ته راټول شوي او د مشرانو او ولسى جرګو له مشرانو او استازو څخه غوښتنه کوي ترڅو غوښتنو ته يې مثبت ځواب و وايي او په غزنى کې ددولتى چارواکو د ظلم او بې عدالتى مخه ونيسي يو تن اوسيدونکى شير محمد بينوا ته وويل د غزنى والى او نور دولتى چارواکى له دوى سره ظلم او ناروا کوي . ده زياته کړه موږ ددغو ځمکو شرعى قبالې او قانونى اسناد له ځانو سره لرو . د غزنى والى بيا د دوى ادعا نه منى او وايي چې دا ځمکې د دولت ملکيت دي. ",د غزنى والى ظلم کوي . 2602,ميرويس جلالزي," وروسته له هغه چي د پاريس ناسته بي پايلي پاي ته ورسيده په امنيت شورا کي د لويديځو هيوادو استازو نوي پريکړه ليک مخي ته کړ. که چيرته ايران د خپلو يورانيومو د بډايني کار په ټپه وندروي نو دا نوي پريکړه ليک به په نوموري هيواد د احتمالي اقتصادي بنديزونو لپاره لاره هواره کړي. د ملګرو ملتو امنيت شورا د دي پريکړه ليک متن د روسيه او چين د نيوکو سره سره د ملګرو ملتو د منشور د اوم فصل په اساس تنظيم کړي ده . اوم فصل په دي هيواد د اقتصادي بنديزونو او په پاي کئ د پوځي عمل د تر سره کولو لپاره لاره هواروي. دا په داسي حال کي ده چي د امريکا ولسمشر جورج دبليو بوش وول چي ا يران بايد په دي وپوهيږي چي نړيواله ټولنه نغواړي د ايران د لانجي په اړه له خپل دريځ نه په شا شي. بوش وويل ""د يپلوماتيکي هڅي تر اوسه په خپل لمړني پيل کي دي زه به بيا هم له نړيوالي ټولني سره مشوره وکړم نن سهار مي د المان له لمړي وزير ميرمن مرکل سره خبري وکړي هغه به واشنتګتن ته سفر وکړي او مونږ به خبرو اترو ته دوام ورکړو. په دي ورستيو کي ايران د امريکا له ترخو ګواښونو نه د ملګرو ملتو سازمان ته سر ټکونه کړي وه او د ملګرو ملتو له سرمنشي يي غوښتنه کړي وه چي د دوي په وړاندي د ګواښونو څخه مخ نيوي وکړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزيري کوندو ليزا رايس له يوي ټلويزيوني خپروني سره په مرکه کي د دوشنبي په ورځ ايران په غير مستقيم ډول په بريد وګواښل. ",د ايران د اتومي لانجي پر سره رواني خبري نوي پړاو 2603,ميرويس جلالزي," دا بريد د باجوړ په سيمه کښئ کومه چي د افغانستان له اوسني پولي سره په کنر ولايت کـښئ مخامخ پرته د د چهارشنبه په شپه تر سره شوي ده. د باجوړ د استخباراتو يو مامور چي نه يي غوښتل نوم يي خپور شي ويلي بريد کونکو د پوليسو په يو پوسته نا څاپه بريد وکړ او له بريد نه وروسته يي له سيمي پښي سپکي کړي. د بريد کونکو د نيوني لټون پيل شوي خو تر اوسه څوک د بريد په تور ندي نيول شوي . باجوړ هغه سيمه ده چي څه موده وړاندي د القاعده د شبکي متفکر ماغزه ايمن الظواهري هم پکي له يو هوايي بريد نه روغ رمټ خلاص شوي وو. دا بريد په داسي حال کښي تر سره کيږي چي له څه باندي ٤ ورځو راپدي خواه د افغانستان ، پاکستان او امريکي د پوځيانو تر منځ ګډ پوځي تمرينات د پاکستان په چراټ کښئ روان دي . ", پولي ته څيرمه دري تنه پاکستاني پوليس ووژل شول 2604,," افغان ولسمشر حامد کرزي چې د بهرنيو ، بريښنا ،مخابراتو، اقتصاد ، ترانسپورت وزيران او يو شمير سلاکاران ورسره ملګرى وو ،نن له غرمې مخکى د اذربايجان په لور روان شو .ټاکل شوې ده افغان ولسمشر د سيمه ايزو اقتصادى همکاريو ( ايکو) په نهمه ناسته کې چې ددغه هېواد په پلازمينه باکو کې جوړيږي ګډون وکړي . دغه ناسته به دوه ورځې دوام وکړي . د ايکو سازما چې ترکيه ، تاجکستان، اذربايجان، ترکمنستان، ايران ، ازبکستان ، پاکستان ،قرغيزستان او افغانستان يې غړى دي په کال ١٩٨٥ کې جوړ او په کال ١٩٩٤ کې يې افغانستان غړيتوب تر لاسه کړ. کرزي به هڅه وکړي په دغه کنفرانس کې د برخه والو پام په افغانستان کې پانګې اچونې ته واړوي. ",افغان ولسمشرد اذربايجان په لور روان شو . 2605,پښتونځار," ميدان ښار، ۱۳ غواى ۱۳۸۵هـ ش:ميدان وردګوولايت كې دبنديانو او مجرمينو دحقوقو په اړه يوه غونډه جوړه شوه،چې دمرافعې څارنوالۍرئيس، دمحكمې استازي، دافغانستان- دنړيوال حقوقي بنياد(ILF-A) استازيو اودقانون ساتونكي ټولنې رئيـسې اغلې فرشتې `كريمي`،د GSSP، او CSSP لوړ پوړيو چارواكو، دميدان وردګوولايت دامنيې قومندانۍ جنايي امر ښاغلي شاولي، دملي امنيت دڅارنوالۍ رئيس ښاغلي مجددي، دمحبس مديراو نورو دحقوقي چارو پوهانو پكښې برخه اخستې وه. غونډه كښې دمجرمينو او تورنو كسانو سره  دحقوقي مرستو پر پروګرام خبرې وشوې. وويل شول چې بې وزلو او نادارو  خلګوته بايد دافغانستان داساسي قانون ديودېرشمې مادې پر بنـسټ حقوقي مرستې برابرې شي. دغونډې په پاى كې پرېكړه وشوه، چې دافغانستان-نړيوال حقوقي بنياد، درې استازي به له غونډې وروسته ميدان وردګوكې دروان كال دجون تر مياشتې پورې دبنديانو او ناچارو مجرمانوسره پر قانوني مرسته پيل كوي. له جون نه پسته به  د` قانون ساتونكي` ټولنه  دمدافعې وكالت پر غاړه اخلي او په رسمي ډول به  دبنديانو او تورنو كسانو مرستې ته مټې رانغاړي.  دغونډې يوۀ تن گډونوال ښاغلي محمد اجمل هوډمن،چې په غوڼده كې ېې دILF-Aاستازيتوب كاوۀ، وويل چې ددغې غونډې ګرد، گډونوال له غونډې وروسته دميدان ښار بند ته ولاړل. له بنديانو سره ېې مخامخ وليدل. هغوى نه ېې دبندي كېدو وجوهات وپوښتل، او ورته ېې دحقوقو په اړه معلومات وركړل. ",ميدان وردګوولايت كې مدافع وكيلانو عملا پر كار پيل وكړ 2606,,"  ۱ سپېڅلې پريښتې په دوزخي رول كې (د ښځو د سياسي، ديني او ټولنيز ژوند په اړه تر ټولو تازه تحليلونه، او مالومات. د موندلو ځاى، سبا ميوند كتابپلورنځى ۲ د سپتمبر (۱۱) په اړه رازونه او اسناد (په سترو لوبو كې د افغانستان موقعيت چيرته دى؟) د موندلو ځاى سبا ميوند كتابپلورنځى، پېښور ۳ د سركاتب كوڅه (د لنډو داستانونو ټولگه) د موندلو ځاى الازهر كتابپلورنځى، پېښور ۴ د افغانستان اقتصاد (د افغانستان په اقتصاد كې لوړې ژورې، چلنجونه او اميدونه) سبا ميوند كتابپلورنځى ۵ افغانه ښځه مدرنيت، اسلام او عنعنه (د تورې ارتجاع او بې جلبه ديموكراسۍ كشمكش) په دې كتاب كې د افغاني ښځي تاريخي پس منظر، فيمينيزم او افغانه ښځه، انجويزم او كلتور، د ښځي سياسي او فقهي مسائل ځاى پر ځاى شوي. د موندلو ځاى، سبا ميوند كتابپلورنځى، ناشر ميوند خپرندويه ټولنه  چاپ ته تيار كتابونه: ۱ د بوش پټه دنيا(ژباړه) له عربي ژبي ځخه پښتو ته. د امريكا د سياسي نظام او همدارنگه د آل بوش په اړه تر ټولو دقيق او موثر معلومات، دا كتاب په بشپړه توګه ژباړه شوى خو د چاپ بسپنه يې راسره نشته. چا راته وعده كړې وه چې اوس شايد پرې پښيمانه وي. دغه كتاب ۴۰۰ مخونه لري او په روانه پښتو ژباړه شوي. په يقين سره وايم كه چا دغه كتاب نه وي لوستى نو د امريكا د سياسي جوړښت او د بوش د ډلې په اړه به يې معلومات بشپړ نه وي. ۲ ځان مرگي بريدونه، انتحار كه استشهاد (د عقلي جنون او سپيڅلو احساساتو قضيه) په دغه كتاب كې د نړۍ د ۴۰ سترو علماو فتوا كټ مټ رانقل شوي او بيا هره فتوا په ځانگړې توګه څېړل شوي. دغه كتاب چې تر اوسه يې ۲۲۰ مخونه بشپړ شوي، د جهاد، بغاوت، عقلي جنون، د جهاد فلسفه، حكومتدارى، سياسي جهاد، سيمه ييزه جاسوسي شبكې، بين المللى لاسونه، اخواني او تكفيري ډلې. د دين مذهبي تفسير، د معاصرې زمانې غوښتنې او...په لسهاو نور مهم سياسي، مذهبي، تحليلي او فلسفي پلټنې په كې رانغښتل شوي. دغه كتاب چې په حقيقت كې زما د يونيم كلنو تجربو، علمي پلټنو، څېړنو او د نړۍ د مهمو حوادثو په رڼا كې يو داسي زيار دى چې كيداى شي په دې اړه په خپل باب كې يو ښه كتاب وي. د دغه كتاب د چاپ لپاره د مالي ستونزي ترڅنګ يوه مهمه ستونزه دا ده چې ځينو دوستانو مشوره راكړه چې په اوس وخت كې يې چاپول، كيداى شي زما لپاره ښه عواقب ونلري. په نهايت كې ويلى شم چې دا كتاب نه د القاعدي لپاره دى او نه هم د نورو لپاره، كيداى شي هر خپلواك لوستونكي راسره ومني چې پدې كتاب كې د جهاد او قربانى فلسفه تر هغه ځه ډېره لوړه او مقدسه او درنه ده كومه چې په ((ځانمرگي بريدونو)) كې لټول كيږي. د ليكوال په باور ((...هغه قربانۍ چې د الله خوښيږي هغه محض د سر په وركول كې نه بلكې د بشريت د نجات لپاره د داسې يوې نړۍ لپاره جهاد كول دي چې پكې ټوله نړۍ حقيقي، دايمي او تلپاتي نيكمرغې او تعالي ته رسيږي..)) ۳ د افغانستان نيمگړۍ اقتصادي ستراتيژۍ، پدې كتاب كې د سترو څو مليتي كمپنيو، نړيوالو مافيايي غديو، د افغانستان د اقتصاد د ودې عوامل، ګلوبليزم، نړيوال بانك، اى ايم اف، ايشياترقياتي بانك، د ترياكو لوبه او... ډېر نور مطالب پراته دي. پدې كتاب كې د افغانستان بلكې د منځنۍ اسيا د ټولو هيوادونو لپاره يوه جامع پرمختيايي طرحه هم ده. ۴ نړيوال بانك او افغانستان، دا كتاب د نړيوال بانك په اړه بشپړ معلومات لري. دغه كتاب له انگريزى څخه پښتو او فارسي ته په يو وخت كې ژباړه شوي. د فارسي ژباړه بشپړه شوي او د پشتو ژباړې ۴۰% كار بشپړ شوى. ", محمد اصف ننګ د نوي چاپ شوي کتابونو لړلیک 2607,د افغانستان د کلتودي ودې ټولنه," د افغانستان د نوميالي ليکوال ارواښاداستاد محمد صديق روهي د لسم تلين له امله د روان کال د می پر ديارلسمه نېټه د شنبې د ورځې د مازيګر پر څلورو بجو د جرمني په مونشن ګلادباخ  کې يوه علمي غونډه جوړېږي . د استاد د لسم تلين دغه غونډه د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې او په مونشن ګلادباخ کې د افغاني کلتوري ټولنې له خوا په ګډه جوړېدونکې ده او په کې به د ارواښاد کانديد اکاديميسين محمد صديق روهي پر ژوند او علمي هلو ځلو بېلابېلې ويناوې او مقالې وړاندې شي . په دغه غونډه کې په نظر کې ده چې لومړی د مازيګر پر څلورو بجو د استاد پر مزار د ګلانو توديعي ګېډۍ کېښودلې شي ، بيا د قرآن عظيم الشان ختم وشي او علمي غونډه د مازيګر په پنځه نيمو بجو پيل شي . بايد يادونه وکړو چې د ارواښاد استاد روهي جنازه لس کاله پخوا په جرمني کې د امانت په توګه خاورو ته سپارل شوې وه  او اوس به د می پر اوولسمه نېته له جرمني څخه ، خپل هېواد ته لېږدوله کېږي . جنازه به د می پر اتلسمه د پنجشنبې په ورځ  د سهار له خوا کابل ته او له هغه ځايه خوست ته لېږدوله کېږي . په همدغه ورځ د مازيګر پر څلورو بجو به ، د خوست د خلکو او علمي او کلتوري ټولنو په وړانديز او د ډېرو افغاني کلتوري مرکزونو په ملاتړ په خوست پوهنتون کې خاورو ته سپارله کېږي . د افغاني پوهنيزو شخصيتونو له هلو ځلو او آثارو سره علاقه مندو هېوادلو ته بلنه ورکوو چې په مونشن ګلادباخ کې په دغه درنه غونډه کې له موږ سره ګډون وکړي . پته : Jugend Club Westend Alexianer Str.   3 – 4 41061  Mönchengladbach   ضروري ټيلفونونه :  02161- 6535933 ,  0172 - 3042200   د افغانستان د کلتودي ودې ټولنه په مونشن ګلادباخ کې افغاني کلتوري ټولنه     ",د ارواښاد استاد روهي د لسم تلين د غونډې خبرتيا 2608,سیدحسین پاچا,"  سيلۍ وکيښ زما- ستا نوم، د پاڼرېژ پر ژيړو پاڼو د ښکلا واکمني تاج به، څه درجوړ کړم له سرو پاڼو  د باور بې بارانۍ کړې، د امېد چينې راوچې د خدای ځاځ له اور را ووري، بارانونه د سرو کاڼو   دروېزه مو بې له مينې، په رغښت کې هډو نشته چې خولې ونيسو اسمان ته، کټوري غواړو له زاڼو   د زردشت له دشتو لېږدي، جنازې د سرو رېديو آرياناوېجه نيولې، له يوې مخې اغزياڼو   د سوما له سوي کښته، لاس پر سر« سکه» لوګري تورې خاورې پر خوله پورې، د بخديو وږيڅاڼو  وچکالۍ او بې يېبرۍ ده، ټوله سيمه را ښکېللې نشته څرک په غرو رغو کې، د ګورګورو او مماڼو   لوټ کړه تورو تو پانونو، وه باغونه که ځنګلونه کوچوال چوڼي ترخې ژيړې، دانې اوڼي د بکياڼو دا بيا کوم سرغړاند سيند، ياغي ښامارته ډالۍ کېږي، سرې ډولۍ د ښايست پېغلو، را لښلې چې  ورا باڼو؟   پکې ساه چې اخېستله، شاړو درګو وچو دربو، ياد د هغو پسرليو، سروکوکيو، سرو کوکياڼو ! ",د سرو کوکياڼو ياد 2609,ميرويس جلالزي," د ا ستراليا  د خاصو ځواکو سرتيري د افغانستان په سويل کئ ټپي شو د نوموړي هيواد د دفاع وزارت  د هوايي ځواکو مارشال هانګوس هوستون وويل دا سرتيري يي د پنجشنپه په ورځ د افغانستان په سويل کي د ياغيانو په يو يرغل کي ژوبل شو. نوموړي سرتيري د درملني په موخه استراليا ته ليږدو ل شوي  او روغتيايي حالت يي د انديښني وړ ښودل شوي ده . ",د استرالياسرتيري د افغانستان په سويل کي ټپي شو 2610,ميرويس جلالزي,"   د اسلامي حزب دا مشر چه په عربي الجزيره نومي تلويزيوني شبکي د پنجشنبي په ورځ را څرګند شو ټينګار يي وکړ چي د نوموړي پلويان به وروسته له دي د اسامه بن لادن د  القاعده ډلي په مشري په افغانستان کي د بهرنيو ځواکو پر وړاندي جهاد وکړي. د افغانستان پخواني لمړي وزيرګل بدين حکمتيار چي توره بګړي يي په سر او په عربي ژبه يي خبري کولي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکو شتون په کلکه وغندل. امريکايي او افغان ځواکونو بيا د ګل بدين حکمتيار د دي وينا په وړاندي وايي چي نوموړي اوس ماتي خوړلي او دا شان پيغامونه يوازي بي عمله خبري دي. د حکمتيار دا ويديو ټيپ په داسي حال کـي خپريږي چي د تيرو دوو ونيو په ترځ کي د القاعدي مشر ا سامه بن لادن او د هغه لمړي مرستيال ايمن الظواهري هم په افغانستان کـي د امريکايي ځواکو په وړاندي ځوانان جګړي ته راوبلل او امريکايي ځواکونه يي په افغانستان کي ماتي خوړلي وبلل. ",ګل بدين حکمتيار د اسامه بن لادن ملګري شو 2611,," د روهي ادبي بهير اوومه اونيزه غونډه د غوايي پر ۱۴ د پنجشنبې په ورځ د كندهار د مدني ټولني په انګړ كي جوړه شوه غونډه له دود سره سم د ماځيګر پر پنځه بجې د قرآنكريم په تلاوت پيل شوه، وروسته په كندهار كي د افغان آزادي راډيو خبريال محمدابراهيم سپېڅلى د مشر او په د روهي ادبي بهير اوومه اونيزه غونډه د غوايي پر ۱۴ د پنجشنبې په ورځ د كندهار د مدني ټولني په انګړ كي جوړه شوه. غونډه له دود سره سم د ماځيګر پر پنځه بجې د قرآنكريم په تلاوت پيل شوه، وروسته په كندهار كي د افغان آزادي راډيو خبريال محمدابراهيم سپېڅلى د مشر او په كابل كي د بي بي سي راډيو د روزنيزو پروژو كاركوونكى مير عالم ستانكزى د مېلمه په توګه وټاكل شو. پرانيستونكې وينا عبدالاحمد محمديار وكړه. ده د ځوانانو پر يووالي، پر له پسې نه ستړي كېدونكي فرهنګي كار او مبارزه ټينګار وكړ او ويي ويل: روهي ادبي بهير په ټول افغانستان كي د ځوانانو او آزادو فرهنګي ټولنو د يوې مركزي هستې په توګه د يووالي يوه بېسارې بېلګه ده، ده زياته كړه چي دا ډول ملي كارونه زياتره زموږ د خپلو خلكو له خوا فلجېږي، خو موږ به د چا پر تهديد او بېځايه نيوكو غوږ  و نه نيسو او خپل كار به مخته وړو. ورپسې عبدالظاهر قلموال د تيري غونډي ګزارش واوراوه او كره كتنه پر وشوه، وروسته د عباد قادري پر شعر او تبصره (دواړو) باندي كره كتنه وشوه او دا برخه تر تاوده بحث وروسته پاى ته ورسېده چي ورپسې مشاعره پيل شوه. په مشاعره كي څلور دېرش تنو شاعرانو شعرونه ولوستل او د غونډي ټول برخه وال نهه پنځوس تنه وو. په وروستيو كي د غونډي مشر محمدابراهيم سپېڅلي غونډه مثبته و ارزوله، دا بهير يې يو اړين او پر ځاى ګام وباله، نوموړي وويل چي ده په غونډه كي ډېر نوي شاعران وليدل، د ده په وينا كه روهي ادبي بهير نه واى نو خداى خبر چي دا شاعران به ميدان ته راوتلاى، ده دا ډول غونډي اړيني وبللې او ځان يې هم د ورته غونډو محصول وباله، غونډه د ماخستن پر اته نيمي بجې د دعا په ويلو پاى ته ورسېده، البته د كره كتني بلي غونډي ته د شامحمود بريالي شعر كانديد شو او د تبصرې لپاره يې سيد حبيب الله روحاني وټاكل شو. ",د روهي بهير اوومه غونډه جوړه شوه 2612,ميرويس جلالزي," د پلامينه کابل په شپيته کيلومتري کـي د غزني د پوليسو مشر له يو وزونکي بريد نه روغ رمټ ووت . په دي بريد کي ويل شوي د پوليسو د مشر دوه تنه ساتونکي او د هغه يو مرستيال ټپيان شوي دي . د غزني د پوليسو د مشر يو تن مرستيال وويل کله چي د دوي موټر له کابل نه د غزني په لور روان وو په لويه لاري پر بم وخوت او وروسته پري د ماشينګڼو ډزي وشوي خو پخپله قومندان په موټر کي نه وو\. د ا بريد د جمعي په سهار شوي او تر اوسه يي مسوليت چا په غاړه نده اخيستي . ",دغزني د پوليسو مشر له ځانمرګي بريد نه بچ شو 2613,," کجکی (بېنوا): نن سهار ۹ بجې د هلمند ولایت په کجکي کې د ماین چاودنې له امله د هلمند دپخواني والي شېرمحمد اخوندزاده تره او وراره ووژل شول. ماین هله وچاودېد،چې حاجي لالا او قیوم له زمینداور نه د کجکي په لوري د جمعې د لمانځه په موخه روان وو. د هلمند ولایت د اداري رییس حاجي غلام محی الدین په وینا، چاودنه د یوه ریموټ کنټرول ماین په وسیله رامنځته شوېده. د یوه بل خبر له مخې تېره شپه د دغه ولایت د نوزاد ولسوالۍ په ګرم آب  کې د پولیسو او طالب جنګیالیو ترمنځ په یوه څو ساعته نښته کې دوه پولیس وژل شویدي. د نوزاد ولسوالۍ د امنیه قوماندان په وینا، جګړې څو ساعته دوام وکړ او په ترڅ کې یې څو دولتي موټر هم وسوځېدل. ",د شېرمحمد اخوندازاده تره او وراره ووژل شول 2614,," ", 2615,," ", 2616,اسدالله زمری,"   غواړې چې انګورو نه شراب جوړ کړې ؟ څنګه دې ترخې کړلې خوږې سترګې هر نظر ئې ژوند بخښي بسملو ته دم د مسیحا لري ستا مړې سترګې تورې که دې وروځي دې ، باڼه غشي زړه مې مدام غواړي دا فتنې سترګې لنډ ئې له حسرته شي ژوندون د ګل پټې ترې ساته خپلې غونچې سترګې سل ژبې پیدا کړي راز د مېنې ته  ووائې هر څه دا پټې خولې سترګې  تل چې زنګوي زمری د خیال په ټال تل دې وې روښانه ستا لمبې سترګې ",سترګې 2617,نسیم شفق ، لوګر,"  له عمله دتولنی هسی شانی اندوهگین یم  چی راغلئ ترپوزی هم داغلئ په جبین یم یو نیک خوی می پیدانکرنه پوهیزمه داولی بل تپوس ورته شکاریزی خانته وایی چی شاهین یم هرمجلس کی افتراده یو دبل پسی یی وایی درانه خلک سپکوی خوخپله وایی چی سنگین یم نه پوشتنه دبیمارشته نه له دوست سره خه مرسته ناجایز کارونه کیزی ویلی یی نشم شرمگین یم ظالمان د زمانی دی جلادان له کبره دکــــــــــــــــــــه وینه تویه دمظلوم شوه زه (شفق)پکی رنگین یم ", داغ 2618,," په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو يو وياند منلې چې د شينوک يو وزر چورلکه يې د دغه هېوادختيځ ولايت د کنړپه اسعدابادکې غورځيدلې ده . د لومړنيو رپوټونو په بنسټ دغه چورلکې ٩ تنه عمله درلوده چې پرون مازديګر په کنر ولايت کې پريوتې ده . د مرګ او ژوبلې په اړوند تر دم ګړۍ رپوټ نشته او دا هم نه ده څرګنده چې د غورځيدو لامل يې څه دى ؟ بينوا ته يوې باورى سرچينې وويل چورلکه د فوځى عملياتو په ترځ کې لويدلې او ممکن ٩ عمله يې وژل شوي وي . سيمې ته د پلټنې ډلې استول شوي او امريکايي ځواکونه دا نه مني چې چورلکه دې د افغان طالب جنګياليو په ډزو غورځيدلې وي او دلويدو لامل يې تخنيکى ستونزي بولي .د طالب جنګياليو وياند ډاکتر حنيف ويلى چې چورلکه ددوى کسانوپه نوې وسلې نسکوره کړې ، چې په کې ٩ تنه سپرلۍ و ژل شوي دي. ",امريکايي چورلکه په افغانستان کې غورځيدلې ده 2619,," د جمعې مازديګر د کابل سويل په ١٠ کيلومترى کې د يوې چاودنې له امله د سوله ساتو ځواکونو ٢ ايتالوى عسکر مړه او ٤ تنه نور ټپيان شوي دي . د سوله ساتو ځواکونو يو وياند (لوکى )ددغه پېښې پخلۍ کړى دى او وايي دماين د غه چاودنه د دوى د ځواکونو د موټرود قطار په لارکې چې په ورځنى ګزمه بوخت وو، رامينځ ته شوى ده او دوه موټر يې هم زيانمن کړي دي. د ايتاليا لومړى وزير ددغه پېښې غندنه کړې ده او دوژل شويو عسکرو کورنيو ته يې د خواښيى مراتب وړاندې کړي دي . ايتاليا اوس مهال ١٨٠٠ عسکر افغانستان کې لري او دا لومړنى مړينه ده چې ايتالوى ځواکونو ته افغانستان کې رسيږي .ويل کيږي دغه چاودنه د ريموټ کنترول ماين د چاديدو له مخې د لوګر په (موسه يي) کې رامينځ ته شوې ده. ",د سوله ساتو ځواکونو ٢ عسکر مړه او ٤ ټپيان شوي 2620,," په دوو جلا وو پېښو د کابل شار په ٣ او ٥ناحيو کې ٢ تنو خپل ځانونه په غړونديو سره غر غره کړي دي. د کابل په دريمه ناحيه کې يو ١٣ کلن ځوان چې د ډوډى پخولو( نانوايي ) شاګردوو د نانوايۍ د ننه تيره شپه خپل ځان په غړوندى سره وژلى دى . همداشان د پنځمې ناحيې په اړوند سيمه کې داسې يو کس پوليسو پيداکړى چې خپل ځان يې په ونه کې غر غره کړى وو . د دواړو پېښو پخلۍ شوى او پوليسو مړى د څيړونو په موخه عدلى طب ته استولى دي .د وژل شوي ځوان کورنۍ له پوليسو غواړي چې د وژل شوي ځوان لامل دوى ته په ګوته کړي. ",کابل کې ٢ تنوځانونه غرغره کړي دي . 2621,," ډاكټر محمدحنيف چي ځان د طالبانو وياند ګڼي وايي چي پرون (د جمعې په ماځيګر) د لوګر ولايت په موسى ولسوالي چاودنه د دوى د ځواكونو له خوا ترسره سوې ده. دا چاودنه چي د آيساف ځواكونو پر يوه كاروان سوې وه، څلور اېټالوي عسكر پكښي مړه او دوه ټپيان دي. ",طالبانو د پرونۍ چاودني مسوليت ومانه 2622,," طالبان وايي چي تيره شپه يې ځواكونو د لوګر ولايت پر محمد اغې ولسوالۍ بريد كړى ،چي وروسته له درنې جګړې يې ولسوالي نيولې او بيا يې سوځلې ده، خو دولتي چارواكو تر اوسه ددې پيښي پخلى نه دي كړى. ",د لوګر ولايت پر محمد اغې ولسوالۍ بريدسوى دى 2623,," په افغانستان کې امريکايي ځواکونو يو وياند منلې چې کنړ کې يې د ١٠ تنو امريکايانو مړى پيدا کړى چې ديوې چورلکې له امله ددغه ولايت مرکز اسعداباد ښار ته نږدې په يو غرنۍ سيمې کې پرون ناوخته راپريوتې وه . طالبانو لا دې وړاندې ادعا وکړه چې پلويانو يې دغه فوځى چورلکه په يو نوى توغندى ويشتلې او نسکوره کړې ده . امريکايي ځواکونه دا ادعا نه منې او وايي چې الوتکه د غره سره د لگيدو له امله غورځيدلې ده .بيا همد تردم ګړى ددغه پېښې په اړوند روڼ انځور نشته خو هغه څه چې څرګند دي هغه دادى چې چورلکه نسکوره شوي ٩او يا ١٠ تنه عمله يې وژل شوي دي. ",د ١٠ وژل شوو امريکايانو مړى پيدا شوي دي 2624,," افغان دولتى ځواکونو ادعا کړې ده چې تيره ورځ يې د زابل ولايت د جلدک په سيمه کې د يو کمين په اجرا سره ددولت ٤ تنه مخالف جنګيالى وژلي دي . څو تنوځايي اوسيدونکو بينوا سره په جلدک کې د دولتى ځواکونو او طالب جنګياليو تر مينځ د جګړې پخلۍ کړى دى مګر د مرګ او ژوبلې په هکله يې بې خبرى وښودله .زابل کې يو دولتى چارواکى بينوا ته وويل دولتى ځواکونو ته مرګ او ژوبله نه ده رسيدلې .طالب لورى په دې اړوند تر اوسه څه نه دي ويلي . ",٤ مخالف جنګيالي وژل شوي دي. 2625,," حضرت بهار = خوست د خوست په ميلمستون كې د امنيت په ټينګښت كې د بيا رغونې اغيز تر عنوان لاندې ګردى ميز جوړ شو په دغه ګردى ميز كې د خوست والي معراج الدين پټان ، په خوست كې د ايتلافي ځواكونو قوماندان بوشي مرستيال، فرېن سټينكو او په خوست كې د ولايتي بيارغوني ټيم په نوي قوماندان، جان ويډ برسيره اداري ريسا نو او ژورنالستانو هم ګډون كړى و. د ګردۍ په جريان كې د امنيت په ټينګښت كې د بيا رغونې په اغيز بحث وشو چې د ګډون كوونكو لخوا پرې بيلا بېل نظرونه وړاندي شول. فرېن سټينكو خپلې لاس ته راوړنې بيان كړي او د ملي اردو او ملي پوليسو سره يي د ملاتړ او كمك وعدې هم وكړي. د پي ار ټي نوى مقرر شوي مشر جان ويډ لخوا هم د لاس لاندې پروژې تشريح شوې او زياته يي كړه چې په راتلونكى كې به پرمختيايي پروژې د حكومت تر څارنې اونظارت لاندي سرته رسيږي. معراج الدين پټان پخپلو خبرو كې د خوست امنيتي وضع د ډاډ وړ وباله او ژورنالستانو ته يي نغوته وكړه چې ريښتيا او حقيقت پټ نه كړي. ",د امنيت په ټينګښت كې د بيا رغونې اغيز خبري ناسته 2626,," د زابل ولايت د پوليسو مشر په دغه ولايت کې نن د ١٠٨٠ کيلو ګرامه ترياک د نيولو خبره کړي اووايى دوه تنه يې د پېښې په اړوند لاس په لستوڼى نيولى دى او د نيشه يي توکو په هکله ترې پوښتنې روانې دي .تر لاسه شوى ترياک د يو موټر څخه چې د غزنى څخه د کندهار په لور روان وو، د قلات د تلاشى په پوسته کې د پلټنې په مهال تر لاسه شوي دي.همداشان دهرات پوليسو د ايران پولې ته نږدې نن د ګلران ولسوالۍ کى ٧٨ کيلوګرامه تر ياک له يو موټر څخه ترلاسه کړي او دوه تنه يې په دې تور نيولى دي . ",پوليسو ١٠٨٠ کيلوګرامه ترياک ترلاسه کړي دي 2627,," د جوزجان ولايت داړ وندو ادارو يو ګډ پلاوى د مينګه جيګ ولسوالۍ يو کلى ته رسيدلى تر څو و پلټى چې د يوې کورنۍ ٥ تنه غړي د څه ډول لاملونو له مخې وژل شوي دي. ددغه ولسوالى په يو کلى کې يو تن چې تر ډير بريده چارواکو ور باندې د روانى ناروغ ګمان کوي د خپلې ګورنۍ ٥ تنه غړى (٣ خويندې ، ميرمن او مور )يې د کلاشينکوف په ډزو وژلى او په پاى کې يې خپل ځان هم په ډزو وژلۍ دى . د جوزجان ولايت د پوليسو چارواکى وايي د پېښې په اړوند پلټنې پيل شوي دي . ",جوزجان کې يوتن دخپلې کورنۍ ٥ تنه غړي وژلي 2628,," د هلمند د موسى کلا ولسوالۍ کې نن طالب جنګياليو د يو کمين په نيولو سره د هلمند د پخوانى والى حاجى شيرمحمد يو نږدى قو ماندان (عبدالقادرالفت )په يو وسله وال بريد کې وژلۍ دى . هلمند کې دولتى چارواکو د پېښې پخلۍ کوي او وايي په دې اړوند يې په سيمه کې پلټنې پيل کړي دي. طالب جنګياليو د وژنې پړه منلې ده . ",هلمند کې يو تن قوماندان وژل شوي دي . 2629,," د بغلان ولايت د اندراب ولسوالۍ کې د استاد ربانى تر مشرى لاندې د جميعت د تنظيم دوه تنه سيال پخوانى جګړه ماران يوبل په وړاندې د دريم ځل له پاره په سيمه کې جګړه کړې ده چې په کې ٣ تنه ولسى وګړى وژل شوي او ٣ ميرمنې ټپيان شوي دي. استوګنوکورونو ته هم زيان رسيدلى دى او په سيمه کې يې نا امنى رامينځ ته کړې ده . د بغلان والى عالم راسخ بينوا ته وويل اوس مهال سيمې ته بهرنى او دولتى ځواکونه رسيدلى دى . ځايى اوسيدونکى له نوموړو ناقانونه وسله والو جګړه مارانو څخه تر پوزې رسيدلى او وايى دغه قو ماندانان څه باندې ٢٠٠ وسله وال کسان او دسپکو اودرندو وسلو ډيرې زيرمې له ځانو سره لري او د نيشه يي توکو قاچاق او دکوکناروکاروبار کوي او د جنايتونو يو شميرزړې دوسيې لري. ",د جميعت دقوماندانانو جګړه کې ٣ تنه وژل شوي 2630,," د هرات ښار دمرغاب پله گڼ ميشته سيمه کې تيره شپه چاودنه شوې چې مرګ او ژوبله يې نه لرله . په هرات کې دولتى چارواکى د ويرې او ډار د دا ډول عملونو ترسره کول د هېواد د دښمنانو کار بولى او وايې دپېښې په اړوند يې په سيمه کې پلټنې پيل کړي دي او په تور يې تر اوسه څوک نه دي نيول شوي . ",هرات کې چاودنه شوې . 2631,," عراقى پوليسو ويلى نن د کربلا ښار مرکز په گن ميشته سيمه کې په يوموټر کې درنده چاودنه شوې چې په کې له ٢٠ تنو ډير کسان مړه او يو شمير نور ټپيان شوي دي. له دې نه وړاندې هم د کربلا ښار څو ځلې تر بريدونو لاندې راغلى وو . ",د عراق کربلا ښار کې درنده چاودنه شوې . 2632,," تېره شپه د هلمند ولايت د ګرمسېر ولسوالۍ په څلورم دراب سيمه كي يوتن پوليس په داسي حال كي وژل سوى دى، چي پر خپلو نورو ملګرو يې پيره كول، د هلمند ولايت مرستيال حاجي محي الدين  وايي چي بريد كوونكي په موټر كي سپاره وه او د پيښي له ځايه بريالي وتلي دي. د طالبانو وياند هم دا خبره مني او وايي چي دا كار د دوى له خوا ترسره سوى دى. ",د هلمند په ګرمسېر ولسوالي كي پوليس وژل سوى دى 2633,," د کنړ ولايت د سرکاڼو ولسوالۍ تيره شپه مخالف طالب جنګياليو په ٥ توغنديو ويشتلې ، چې دولتى چارواکو يې تردم ګړۍ پخلۍ نه دى کړى . د سيمې يو شمير ځايي اوسيدونکو له بينوا سره د توغنديو بريد منلۍ او وايى چې پرته له ځانى او مالى زيان له ولسوالۍ لري ،په ځمکو کې لګيدلى دى . ",دکنړدسرکاڼو ولسوالۍ په توغنديو ويشتل شوې 2634,," پاکستانى پوليسو نن او پرون په لسګونه تنه افغان کډوال د پيښور ښار په مختلفو سيمو کې نيولى او بنديان کړي دي . پيښور کې افغان قنسل عبدالخالق فراهى د افغان ګډوالو د بندى کولو خبره منې او وايى په دې اړوند به له پاکستانى چارواکو سره خبرې وکړي .له افغان کډالو سره د پاکستانى پوليسو دا ډول زورزياتىپه پيښور کې د ميشتو افغان کډوالو په مينځ کې يو لړ انديښنې را پيداکړي او دپوليسو له دغه چلند څخه سره ټکوي .پاکستانى چاراکو دموضوع په هکله رسمى وينا نه ده کړې . ",ډيرشمير افغان کډوال پيښورکې پوليسو بنديان کړي 2635,حبيب غمخور," حبيب غمخور                                                                                                                                                   2006.05.06 ارواښاد عبدالروف بينواصاحب زموږ دوطن ډيرپخوانۍعالم ندۍ هغه په 1292 لمريزکال کي د وږي په لومړۍ ورځ  چي د 1913 مېلادي کال د اګست د 23 مي سره سمون لري  په يوه منوره او علم پروره کورنۍ کې  دنياته سترگي روڼي کړې ، او په ه 1363 لمريز کال  د جدي پر 21 مه نېټه دجمعي په مبارکه ورځ د هغي ناروغی له امله چې ورپېښه وه له  فاني دنياسره يې دتل لپاره مخه ښه وکړه ؛ دهغه دژوندليک په مطالعې سره داڅرگنديږي  چې  ددغي کورنۍ ټول غړي دعلم او معرفت سره لويه مينه لرل . دبيلگې په توگه دبينوا صاحب  مشر ورور مولوي عبدالکريم حقاني د 53 کتابونو مولف و. له نيکه مرغه دبينوا صاحب نه پاته اولادونه يي هم دلوړو تحصيلاتو او ښه نوم خاوندان دي  .ديادولو وړ يې گڼم چې  دبينواصاحب کورنۍ نه يوازي دا چې دپوهانو،اديبانواوهنر پروروپه منځ کښي يې لوړ قام درلود دهلمند ولايت دموسي کلادولسوالی  (زمينداور)   ټولوخلکودقدرپه سترگه ورته کتل . ما دخپل خداي بخښلي پلار په ملگرتيا چې ددوي سره يې قومي اړېکي درلودې په 1352 لمريزکال په پسرلي کې  دبينوا او حقاني صاحب سره ددوي په کور کې ليدلي دي  ،هغوي  دواړه په برخورد کي ډير مهربانه او ميلمه دوسته خلک وه ،دميلمه يي پخپله دومره قدر کاوه چې په رښتيا سره انسان ددوي له دغه ډول عزت اوميلمه پالني نه خوند او عبرت اخيست  . زه اوس نه غواړم دلوي استاد بينوا صاحب ژوندليک يوځل بيا دلته دوباره تکرار وليکم ؛  يا دپخوانيو او اوسنيو دولتي چارواکو څخه يوه افغاني گيله وکړم  چي ولې تل د  بينوا صاحب سره  دميرې زی  برخوردشوی ؟ دهغه علمي پوه او سياسي دريځ  خو په روښانه توگه دافغان ولس لپاره ديوي دموکراتيکي او دټولنيز عدالت پر بنياد يوې ښيرازي ټولني  جوړولونه بل څه نه وه  ،که دا گناه وي بيانو اوس داټول چې دهيواد دبيارغاوني  او دموکراسی دپلي کولواو افغانانو ته دچوپړ خبري کوي هم بايد کناه کار وبلل شي  . کوم سالم وجدان به   ددولتي  چارواکو سره داومني چې وايي : موږ دهيواددعلمي او تاريخي شخصيتونوقدر کوو. له بده مرغه اوس په افغانستان کې  دهغو قدر کيږي  اويايې  څومتره عکسونه دهيوادپه پلازمينه کې پورته اوکښته ځوړنديږي کوم چې لاسونه يې تر څېنگلو دولس په وينو سره دي ؛ نه دهغو چې د افغانانو لپاره يې په علمي او فرهنگي چوپړ کې شپه او ورځ نه پيژندل ،او غوښتل يې ملت يې دغفلت له خوبه رابيدارشي . د کندهار  پر زلمو برکت او وياړ چې  فرهنگي ټولنه يې ددې نامي او سترشخصيت په نامه ونومول او دهغه ياد يې نور هم ژوندی وساته .   اوس هر ورځ په هيواد کې دننه اوله هيواد نه بهر افغان دوستان دهغه نوم دبينوا فرهنگي ټولني  ويب پاڼي په پرانيستلو سره پر ژبه راوړي  . ددې نه سترگي پټول چې  بينوا د افغانستان د څوګوتو په شمار نوميالو پوهانوڅخه گڼل کيږي  چي افغاني ادب  او ژبي ته ئې څه دپاسه  ((70 ))علمي  او ادبي کتابونه په ميرات  پريښودل ،چې  تر ډيري زمانې به دده له څېړنو څخه د ادب اوتاريخ مينه وال ګټه واخلي . بينوا ساحب   د مرګ تر اخيرنۍ سلګۍ پوري د کتاب او قلم سره خپله  مينه روانه وساتل ،دليکنو او څېړنو نه ستړۍ نشو،يوازي دمرگ توري  وحشي څپې يې  قلم له گوتونه جلاکړ . دافغانستان دوتلي ليکوال او سياسي څيرې عبدالروف بينوا دعلمي او سياسي کارنامو په هکله له بده مرغه لا تر اوسه هم لږ څه ليکل شويدې ، دهغه دعلمي او سياسي شخصيت دادبي او تاريخي اثارو دارزښت او رول په هکله  لکه  څنگه چي اړېينه برېښي څېړني او تحقيقات ندي شوي ؛داسي معلوميږي چې دبينوا صاحب دليکنو او تحقيقاتي مقالو برخه ليک لاتر اوسه دفرهنگي خواخوږولخوا راټولو ته سخته اړتيا لري . تر اوسه دهغه دليکنو پوره او دقيقه شميره او دهغوي په اړوند لازم معلومات نشته  .دا دتاريخي او علمي شخصيتونو،او زموږ دهيواددتير دوران په اړوند دډول ډول دقيقو معلوماتو دراټولولو او سوچه کولو سره هغه لويه جفااو خپل سري ده چي دهغو په پايلو کې  هر  څه رانه ورک دي .که رښتياووايم همدا دليل دۍ چي زموږ دتاريخ ډيري خوا وي تر اوسه تاريکي پاته دي .موږ دنړيوالو دتاريخ او دهغوي دهر څه په هکله ليکلو ته ډير تيار يو ،خو خپل مو هر څه بل چاته پري ايښيدي !!! پرون ژوندي وه ،متاسفانه نن دهغوي په هکله له بهرني موخذو نه په وياړ ،چې په حقيقت کي شرم بايد وي استفاده کوو.پدغو ورځو کښې مي ديوه دوست څخه يو ډير پخوانۍ کتاب دلوستلو لپاره ترلاسه کړ ،دا کتاب د((پښتني ميرمني)) په نامه ديږي ،په 1323لمريزکال دکابل په دولتي مطبعه کې ((500 ))ټوکه په(( 256)) مخونوکښې چاپ شویدۍ .دپښتني ميرمنو مؤلف ارواښاد بينواصاحب دی .لوي استاد دکتاب په لومړئ پاڼه کې داسي ليکي :اهدأ داکتاب هغو پيغلو نجنوته تقديموم چه دپښتون ملت داميد سترگي ددوي ښې تر بيې ته گوري. او هغو پشتنو ميرمنوته ئې اهدم کوم چه دپښتانه راتلونکي زامن ددوي په پاکوغيږوکښي روزل کيږي ! (( بينوا)) ددغو څو دحياتي ارزښت لرونکو جملوپه ويلو سره زما هغه پورته سوال ته جواب پيداکيداي شي چي ولي داستر شخصيت دټولودربارونو او په افغانستان کي دقدرت دخاوندانو ښه نه ايسېده .پر دغه کتاب تقريظ داغلي حميرا لخواد 1322 لمريز کال دسنبلې په مياشت کي ليکل شویدۍ . څرنگه چې دبينوا صاحب په هغو ژوند ليک کښې چې  په بينوا ويب پاڼه کې پروت دي ددې کتاب نوم تر سترگو نشو ،او نه بل وخت چا ددغه مهم کتاب په هکله يادونه کړې  ،سوال راته پيداشو چې بينوا صاحب خو پخوانۍ عالم ندی پدغو نژدې شپو او ورځو کې ژوندۍ و ،مگر معلوميږي چې دهغه د ټولو ليکل شويو اثارو نومونه او منځپانگه لاتر اوسه په مجموعي توگه  ځيني ليکوالو ته نده څرگنده ،ځکه مې(( دبينوا ژوند ليک ته يوکتنه )) تر نامه لاندي وغوښتل ددغه کتاب نوم او دهغه دمنځ پانگي په هکله دالنډ مطلب وليکم . زما په عقيده که دارواښاد بينوا صاحب مشهور اثر(( اوسني ليکوال ))دافغاني ليکوالو په هکله دمعلوماتو دتر لاسه کولو ستره زخيره ده ،نو د((پښتني ميرمني )) اثر يې هم دهغوافغاني  پيغلواو ميرمنو په هکله دراټولو شوو معلوماتو گټوره مجموعه ده کوم چي زموږتاريخ پرې وياړې  . دا کتاب دهغو افغانو وياړلو پيغلو او ميرمنو دژوند او دهغوي دعلمي اوادبي هستونو په هکله لوستونکو ته معلومات وړاندي کوي چې له خپله ځانه يې نه هېرېدونکې کارنامي او ادبي اثارراتلونکو نسلونو ته په ميراث پرې ايښي دي .پدې ارزښتمن کتاب کښي بينوا صاحب نږدي د(( 112)) وياړلوميرمنو او پېغلو په هکله په زړه پوري معلوماتونه راټول کړيدې .تر کومه ځايه چي داکتاب په ډير کم تيراژ چاپ شويدۍ پر ځاي يې بولم چي په هيواد کښې دولتي اړونده چارواکي دپرديو خيراتي پيسې  پر عبثو لارو مصرف نکړې ددغه کتاب د دوباره چاپ لپاره ژر تر ژره لاس په کارشي . داکتاب هغو تنگ نظرو ته هم خوله ماتونکۍ ځواب دۍ چې زموږ دهيواد په تاريخ کي  دپښتنو او په ځانگړې توگه دپښتني پيغلو او ميرمنو رول او مقام ته په ټيټه سترگه گوري . ددغه تاريخي اثر په لوستلو سره هر بنسټپالی  ته ځواب پيداکېداي شي چې افغاني پيغلو او ميرمنو له ډير پخوالادنارينه وو سره دژوندپه ټولوبرخو کښې برابره ونډه اخيستې ده . دا کتاب دپښتنو دسترمشرخان عبدالغفارخان دهغي وينا ښه ثبوت دی چي ويل يي : که څو هيواد بيله ښځينه وو دگډون څخه جوړوي دابه کنډواله کورته ورته وې . زه ددې کتاب لوستل دټولو افغانانو لپاره گټور بولم  .   که اوسنۍ دولتي اداره په رښتياسره غواړې چې دجهل ،ناپوهۍ او خپل هيواد دتاريخ څخه دبي خبرۍ توره کمبله ټوله شي ، دبي ځايه او بي مفهومه جشنونواو غونډو دلگښت پر ځاي بايد دافغاني پوهانو او اديبانو يو زيات شمير اثار چي پخوا په ډير کم تيراژ چاپ شوې وه دوباره چاپ  ،دعلمي او تاريخي معلوماتودبشپژولو په خاطردځوان نسل په واک کښي ورکړه شي . هيواد جوړونه بايد له جواهر لعل نهرو او مهنداس کرم چند گاندي  څخه زده شي .پدې اميد چي دبينوااو بينوا غوندي ميړنيو پلاس بله شوې شمع  تل   دافغانانو تاريکۀ کور روښانه کړي  . ",دارواښاد عبدالروف بېنوا ژوند ليک ته يوه کتنه ! 2636,," بينواد افغانستان له دغو څلورو ولايتونو څخه د خپل رپوټ په ترځ کې ليکى چې د وروستيو ٢٤ ساعتونو په بهير کې د ننګرها د شيرزاد ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله د يوې کورنۍ ٢ تنه غړى وژل شوي او پوليسو د پېښې په اړوند څو تنه شکمن کسان نيولى دي . د جلا اباد ښار کې هم يو پوليس وژل شوى او دخوست ولايت کې د ملى اردو ځواکونو يوې اډې کې د يو ماين د چاودنې مخه نيول شوې ده .د هلمند ګرمسير ولسوالۍ کې هم يو دولتى پوليس په ډزو وژل شوي او طالب جنګيالى ادعا کوي چې د پکتيکا د ګټواز سيمه کې يې يو تن افغان چې نادر خان نوميږي امريکايانو ته د جاوسوسى په تور وژلى دى.ددغه لايت په يو سرحدى ولسوالۍ هم تيره شپه وسله وال بريد شوى دى چې يوتن پوليس په کې وژل شوي دى . دغه جګړې څلور ساعته دوا کړى دى .دلغمان د دولت شاه ولسوالۍ کې هم ديوې نيښتې خبر ورکړ شوى دى ، چې د دولت له لوري يې پخلى نه دىشوى . ",ننګرهار،خوست،هلمند اوپکتيکاکې مرګ اوژوبله 2637,," د پاکستان د بلوجستان د کويته ښار د پښتون اباد سيمه کې تيره ورځ د ناپيږانده وسله والو کسانو له لوري د طالبانو د واکمنۍ يو پخوانى جګړه مار قوماندان ( مولوى يارمحمد) مشهور په عبدالصمد بارکزى وژل شوى دى . پاکستانى پوليسو د پېښې پخلۍ کړى او وايې په دې اړوند يې څوک نه دي نيولى .ويل کيږي نوموړى قوماندان د افغان دولت سره مرسته کوله او ښې اړيکې يې درلودې . ",د طالبانود واکمنۍ يو پخوانى جګړه مار وژل شوى 2638,ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ," (لومړی برخه) ليکوونکی: دافغانستان داتوم انرژي سازمان  (AAEC)  پخوانی مسئول مشر دهستې فزيک پوه  پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ ( جرمني)   په ١٩٨٦ م کال يانې شل کاله پخوا  داپريل د مياشتي په پنځه ويشتمه نيټه  د شپې په يوه نیمه بجه د چرنوبيل د څلورم بلاک هستوي بټۍ وچاودله او اتموسفير  ته راديو اکتيف مواد وشيندل شول. چرنوبيل (Tschornobyl) د اکراين (Ukrain)  هيواد يو کوچنی ښار دی چې هلته څلور هستوي بټۍ څنګ په څنګ سره جوړې شوې دي.  نوموړې هستوي ناوړه  پيښه د اتوم انرژي په تکنالوژي او پېښليک کې ځکه  يوه بې سارې غميزه ګڼل کيږی چې دنړی هرګوټ ته د نوموړی هستوي بټی راديو اکتيف  مواد خپاره شول چې په هر ځاې کې يې دوګړوروغتيا د خطر او انديښنې سره مخامخ کړې ده. که څه هم د چرنوبيل غمجنې پيښې علتونه هراړخيزګڼل کيږي خو دهغوې څخه دلته يو څو ديادونې وړدي. د بېلګي په ډول لکه دچرنوبيل هستوي بټی د مسئولو کار کونکود نا سم تخنيکي چلن او دنوموړې بټی په هکله دهغوې لږ پوهه او لږ روزنه (Training)  د يادونې وړدي.  . د چر نوبيل ناوړه پيښې دا   پوښتنه هم راپورته کړه چې د سولې په موخه داتوم انرژي تکنالوژي څخه  ګټه اخيستل  دومره  خوندې او بې  خطره کړنلاره نه ده  لکه چې پخوا  فکرکيدلو  بلکه د انرژي دلاس ته راوستلو يوه بله سر چينه لکه دلمر انرژي، د باد انرژي او نور ولټول شي. چا پريال ته آزادشوي راديواکتيف ايزوټوپونه   دچرنوبيل څلورم بلاک هستوي بټی کې لږ تر لږه   زر ټنه راديو اکتيف يانې وړانګې خپروونکي مواد پراته وو چې د يولړ راديو اکتيف ايزوټوپونو څخه تشکيل شوي وو. دنوموړو موادو  څخه اته ټنه اتموسفير ته وشړل شول او  په لومړيو لسوورځو کې د باد په واسطه لومړې  د اروپا شمال او جنوب   په لورې يووړل شوه. دراديواکتيف موادوڅخه يې يوه برخه   دځمکې پرمخ را پريوتل اوبله برخه يی دراديو اکتيف ګرد يا  ايروزول (Aerosol) په ډول   په اتومسفيرکې پاتې شوه. خو د   راديو اکتيف موادو زياته برخه  د چرنوبيل په ديرش کيلومترې دايره کې خواره شوه   چې  دهغه ځای ټول  چاپريال  ته يې دومره  زيات تاوان رسولې دی  چې تر سلګونو کالونوپورې د اوسيدلووړ نه ده. د بيلګي په ډول دراديواکتيف سېزيم ايزوټوپ (Cäsium-137)  ځانګړی کثافت په نوموړې برخه کې تر څلويښت کيوري په يو کيلو متر مربع سطحه کې اندازه شویدی(40 Curie/km2) . يو کيوري  (Curie)  داکتيويتی پخوانی واحد وه او د لږ څه يو ګرام راديم دوه سوه شپږ ويښت ايزوټوپ (Radium-226) اکتيويتي سره سمون خوري او يا په بل عبارت کله چې   اوه ديرش مليارده هستې په يوه ثانيه کې وچوې نويو کيوري اکتيويتي ورڅخه لا س ته راځي. نوموړی اکتيويتي د اوه ديرش مېګا بېکاريل سره مساوي دی.  داکتيويتې او سنی نړيوال واحد يو بېکاريل ټاکل شوی دی.  کله چې يوه هسته په يوه ثانيه کې وچوي نو د بېکاريل په نامه سره ياديږي.  ديوې مياشتې څخه وروسته دچرنوبيل راديو اکتيف ګرد د باد اوهوا  د حرکت په مرسته سره  دنړې ليرې  هيوادو لکه  امريکا او جاپان ته  ورسيده اودهغه ځاې چاپريال يې هم په راديو اکتيف موادو ککړ کړ.ځينې نورې شميرنې ( 1 ) د ا په ګوته کوي چې د ازاد شوو موادواکتيويتې د پنځوس مليونه کيوري څخه تر دوه سوه پنځوس مليونه کيورې پورې اټکل کيږي. دچرنوبيل په هستوي پيښه کې د راديو اکتيف موادو کچه د هغه اتوم بم په پرتله چې په دوهم نړيوال جګړه  کې په جاپان باندې واچول شو سل ځله ډيره وه. دراديو اکتيف موادوبله ډيره برخه دهستوي بټی په چاپريال کې په ځمکّه بيرته ښکته راولويدل . د بيلګي په ډول  د  سپينې روسي شل په سلو کې ځمکه او  پخپله د اوکراين هيواد  اته په سلو کې ځمکه په راديو اکتيف موادو  ککړه شوه چې د  اکتيويتي ځانګړی کثافت يې  يو کيوري په يو کيلو متر مربع سطحه (1Curie/km2) څخه هم اوړي .   د هستوي بټی د پلازمينې څخه لږ څه پنځوس په سل کې راديو اکتيف نجيبه ګا ز کسېنون (Xenon-133)  خپور شو او پاتې راديو اکتيف ايزوټوپونه چې دروغتیا په تړاو ډيردانديښنې وړ دي عبارت دي له:  ايودين يوسلو يوديرش (Jod-131) چې فزيکي نيمايي وخت يي اته ورځې دی،  سېزيم يوسلو اوه ديرش  (Cäsium-137)    چې فزيکي نيمايي وخت يي  ديرش کاله دې، سټرونسيم (Stroncium-90) چې فزيکي نيمايي وخت يي  ديرش کاله دې او پلوتونيم (Plutonium-239) چې فزيکي نيمايي وخت يې څلرويښت زره کاله دې    (فريکي نيمايي وخت  هغې مودې ته ويل کيږي چې په هغه کې دلومړني وخت راديو اکتيف اتومونو شمير نيمايي ته يا نې پنځوس په سل کې راولويږي.) . نوموړي ايزوټوپونه دګاما هستوي وړانګې خپروي چې دبدن په حجروکې فزيکي ، کيمیاوي او بيالوژيکي نا وړه اغيزه ترسره کوي  او دټول بدن څخه هم تيريدلاې شي.     دچرنوبيل هستوي پيښه څرنګه منځ ته راغله دچرنوبيل مسلکي کارګروغوښتل چې دڅلورم بلاک هستوي بټی تخنيکي خواص لکه د تودوخي قدرت بدلون او د هغې سره سم د جنراتورونوپه مرسته  دبريښنا د توليد کولوکړنلاره په يوه غير عادې حالت کې  وازمويي :  لومړی :  که   ديوه ناڅرګنده علت له مخې د باندې خواڅخه د بريښنا جريان دهستوې بټی لپاره بند (قطع) شي اوله دې کبله هغه عمده پمپونه ودريږي کوم   چې یخې  او به د هستوي بټی منځ او نوروبرخوته رسوي نو په يوه داسې نا څاپي پيښه کې  څومره امکان شته دې  چې داوتوماتيک سويچ په مرسته سره هستوي بټی  مړه شي اوپخپل سرکار ودروي.    دويم:  تر څومره مودې پورې به جنراتورونه او توربينونه (Turbines) خپل ګرزيدونکې حرکت ته پايښت ورکړي کله  چې  دهغوې څخه د بخار رسولو منبع  پرې شي  د ا ځکه چې داوبو دبخار په مرسته سره توربينونه څرخيږي. توربين  يوه داسې دستګاه ده چې هلته د بخار جريان حرکي انرژي (خوځېدونکې انرژي) په څرخېدونکي مېخانکي انرژي بدليږي او په دې اساس د توربين څرخونه په ګرزېدلو راولي . دريم : څرنګه چې    ديخو اوبو دجريان په زياتوالي اوکموالي سره داوبوبخار اندازه هم بدلون کوي او دهغې سره سم  دهستوي بټی قدرت  هم ښکته او  پورته ځي نو داهم ازمويل کيدل   چې که هستوي بټی ته  د يخواوبو رسولوعمده  پمپونو ته د بريښناعمومي سرکېټ له لارې  بريښنا وه نه رسيږي نو  د ډيزل ماښينو  په مرسته سره په اوتوماتيک توګه هغوې ته  بريښنا ور ر سيږي  او که نه ؟    د چرنوبيل د څلورم بلاک د چاودنې اصلي سبب د مسلکي کارګرو ناسم چلن په دې باندې پيل شو چې: لومړې:  مسئولو   کارګرو د هستوي بټی د اوبونلونو تړلي ګرزیدونکې سيستم ته ديخو اوبو درسولوپمپونو څخه په شعوري ډول بريښنا ليرې کړه اوهغوې له دې کبله کار نه کولو. دويم : د او بو دکمښت سره سم د هستوي بټی قدرت ددريو ثانيو په موده کې د خپل اعظمي لوړ قيمت په پرتله سل ځله پورته ولاړ او له دې کبله  کارګرو د کنترول څخه ووتلو.  دريم : مسئولو کارګرو ټولې هغه  لارې چارې او اوتوماتيک سيستمونه کوم چې د هستوي بټی د قدرت کنترول په اړوند ټاکل شوې وولکه د ضرورت سويچ (Emergency switch 0ff) دا زموينې  تر مخه غيرفعال او مړې کړې وو. څلورم: مسئولو کارګروديورانيم سونګ موادو ددوه سوه يوولس ميلو څخه دوه سوه پنځه ميلې د هستوي بټی څخه راوباسلې او  يوازې شپږ ميلې  يې پکې پريښودلې. په نوموړی نا سم چلن سره  د هستوي بټی قدرت د پنځه ويښت په سل  کې هم را ښکته شو. د چرنوبيل ډوله هستوي بټی تخنيکي نيمګړتيا دنوروغربي نړی هستوي بټیو په پرتله داده چې په دومره کم قدرت کې نوموړی بټی خپل ثابت حالت د لاسه ورکوي او د کنترول څخه وزي.  دا په دې مانا چې   قدرت يې په لومړيو څو ثانيوکې  ښکته نه راځي بلکې يوه نا څاپه پورته ځي  او بيا وروسته را ټيټيږي. مسلکي کارګرو د نوموړې بټی دغه ډول خواص په پام کې وه نه نيول . دپورته ياد شوو پيښو په پايله کې دڅلورم بلاک هستوي بټی قدرت دڅو ثانيو په موده کې  د خپل اعظمي قدرت په پرتله لږ څه سل مېګا واټ پورته لاړ شه. همدارنګه  يورانيم راديو اکتيف سونګ مواد پخپله دهستوي چاودنې په کړنلاره کې دومره تاوده شول چې دتودوخي درجه يي  د سانتي ګراد په واحد سره  ددریو زروڅخه هم پورته ولاړه  اوله دې کبله د بټی ټوله هسته ويلې شوه. په پايله کې د چرنوبيل ټولې دستګاه اور واخيست  دا ځکه چې دهغې د سړولو لپاره په کافي اندازه   او به موجودې نه وې او هغه لږڅه پاتې او به هم سمدلاسه په بخار بدلې شوي.   په نتيجه کې   بيا د نوموړې  بټی په منځ کې د بخار  فشارد اوه سوه بار څخه هم واوښت. دنوموړې دومره بې ساري  لوړ فشار او تودوخي   په پايله کې دچر نوبيل هستوي بټی و چاوديدله. په نوموړې هستوي پيښه کې لومړی  دبټی دپاسه دوه زره ټنه کانکريټی پوښ هوا ته پورته  وشړل شو او ورپسې د پلازمینې  راديو اکتيف مواد اتموسفير ته وښيندل شول.     دچرنوبيل هستوي بټی تخنيکي جو ړښت د چر نوبيل څلورم بلاک يو داسې هستوي بټی تشکيلوي چې قدرت يي يوزر میګا واټ او ددستګاه تيوپ يې  (RBMK1000) په نوم سره ياديږي. په ١– شکل کې د نوموړې هستوي بټې  تخنيکي جوړښت ښودل شوې دی(  (2  ",دچرنوبيل هستوي پېښې شل کلن تلين 2639,," په نړيوال جال کې د پښتو پاڼو پر ټولګې يوه بله ښکلې او په زړه پورې بريښناييزه پاڼه ورزياته شوه. د پښتو د معاصر شعر د ځلانده ستوري خدای بخښلي محمد اسحاق ننګيال ځانګړې پاڼه، په ډنمارک کې د يو تن ميشت فرهنګپال افغان، ښاغلي سمسور حبيبي په مټ، نړيوال جال ته ورشامله شوه چې زيار يې د ستايلو وړ دی. په دې پاڼه کې د خدای بخښلي ننګيال د ژوند ليک او د دۀ د شعرونو سربيره، د نوموړي په اړه د ليکوالو مقالې او ليکنې هم خپريږي.  ددې پاڼې پته ده: www.samsoor.com/an اسحاق ننګیال د پښتو ژبې يو خوږ ژبې شاعر وو چې د ۱۳۷۷ لمریز کال د ثور دمیاشتی په اتمه د ۱۹۹۸ میلادی کال د اپریل په ۲۸ د سه شنبې په ورځ د ۴۲ کالو په عمر د زړه د دریدو له امله يې د پیښور په خیبر روغتون کې له نړۍ سترګې پټې کړې. ",د خدای بخښلي ننګيال ځانګړې پاڼه پرليکه شوه. 2640,وحيد سپين غر _كابل,"  وحيد سپين غر _كابل  په سوله اوامن كي ژوندكول دهري ټولني دولسونو رواغوښتنه ده زموږ كړيدلې ولس چې ددوه نيمولسيزوپه اوږدوكي يې بې ساري كړاونه ليدلي دى ته ليواله دي ترڅو په هيوادكې يې سراسرې سوله اوامنيت ټينګ شي اوټول افغانان دسولې اوملى يووالى په سيورى كى دورورۍ اويووالي په رڼاكي ژوندوكړي  په افغانستان كې دنويو بدلونونوپه راتګ سره دملې يووالې ترڅنګ دسولې اوسراسري امن لپاره هم هڅې پيل شوي ترڅودهيوادټول ولسونه ديوموټى اوواحد افغانستان دنه جلاكيدونكوبچيانوپه توګه ديوشان حقونونه برخمن شي اوهرقوم اوډله دلوى اويوموټى افغانستان په سپيڅلي هنداره كې خپل تصوير وګوري  خودخواشينې ځاي دادي چې تراوسه لاځيني ډلي اوكړۍ دسولې اوپخلاينې په دي ستر بهير كې ګډون نه دي موندلي بلكه دهيواداوولس په وړاندي يې په وسله واله جګړه لاس پوري كړي ،په داسي حال كې چې زموږ دهيواد بهرني دښمنان دغسي يوى موقع ته په كمېن كي ناست دي اوغواړي زموږ دكړيدلى ولس له دى ناخوالى حالت نه دخپلوشومواونارواګټودترلاسه كولوپه موخه ګټه پورته كړي اوافغانان يوځل بيا ديواوبل په وړاندى په يوه اوبل نامه وجنګوي اودافغانانودردونو اوكړاونوته ترډيري مودى پوري دوام وركړي  ټولوته ښكاره ده چې د هيواد په اوسنيوناراميو كې په څرګنده دافغان ولس ددښمنانومستقيم اولوى لاس شته اونه غواړي چې افغانان دسوكال اوارام ژوندانه څښتنان شي  په هيوادكي دسولې اوپخلاينې دهڅوپه پايله كې ډير شمير هغو افغانانو چې په  جګړه ئيزوهڅولګيا وو،دجګړى نه لاس اخيستى اودسولې او پخلاينې له بهير سره يوځاى شوي اواوس پخپل كوراوكلى كې له عزته ډك سوله ييز ژوند پرمخ بيايې خولاتراوسه هم يوشمير كسان اوډلي چې دوطن اوولس په وړاندى په جګړه لګيا دي دسولې او پخلاينې دبهير سره نه دي يوځاي شوي اودجګړه ييزوفعاليتونوڅخه يې لاس نه دي اخيستى  دڅوكلونوپه بهير كي دهيوادډيري ناامنه سيمي دهيوادجنوبې سيمې اوهغه سيمې وې چې دپاكستان له پولوسره نزدي پرتې دي ،افغاني چارواكوڅوځلې پاكستان ته ددى خبرى يادونه كړي اودايې هم ويلي چې پاكستان بايد دترهګروپه ضد مبارزه كې رښتينې ګامونه واخلي ترڅوپه دغوسيموكې دترهګروځالې ړنګي شي ،خوپاكستان دي خبروته چندان پاملرنه نه كوله چې په پايله كې دافغانستان اوپاكستان ترمنځ دناندريوسلسله ډيره اوږده اوتنده شوه خودغبرګونونواوناندريودغه لړۍ هغه وخت ډيره تنده اوتيزه شوه كله چي دامريكي ولسمشربوش سيمي ته سفر وكړ اودپاكستان چارواكوته يي داروښانه كړه چي پاكستان بايد دتروريزم په ضد جګړه كي كوټلې ګامونه واخلي او خپلي هڅې نوري هم ګړندي كړي ،كه څه هم چي دپاكستان ولسمشر مشرف دافغانستان په وړاندي يومنفي غبرګون وښود اوپخپلوبي مسئوليته بيانونوسره يي يوځل بيا دافغانستان اوپاكستان په اختلافاتو تيل وشيندل  خو دنړيوال فشار له امله يي دوزيرستان په ناامنه سيمه چيرته چې دترهګرومشران اوډلې اوسي په پوځي عملياتولاس پوري كړ اونړيوالوته داسي ښي چې پاكستان كلك هوډ لري ترڅوپه دغه سيمه كي دترهګروځالي ډنګي كړي ،خودابه وخت ثابته كړي چي پاكستان پخپل دي كار كي څومره رښتينى دي اوتركومه بريده غواړي ترڅود ترهګرو دله منځه تلوپه لاركي پياوړي اورغنده ګامونه واخلي  شننونكي په دي باوردي چي پاكستان دوزير ستان په سيمه كي څوځلي دارازپوځي عمليات ترسره كړي خودهغونه كوټلي پايلې نه دي ترلاسه شوي ،كه چيرته پاكستان په هغوقبايلوسيموكي چي دترهګرودپټيدواوفعاليت اصلي ځالي دي كوټلي ګامونه پورته كړي نوددي ډير امكان شته چي دترهګروپه فعاليتونوكي دي كموالي رامنځته شي اوپه دي توګه به دافغانستان هغه سيمي چې دپولي سره نزدي پرتي دي دترهګرودبريدونونه خوندي شي دغه رازدافغانستان ددولت امنيتې ځواكونه دنړيوالوسوله ساتوځواكونوسره په ګډه كولي شې چې خپلې هڅې دافغانستان په دننه كي دوسله والوترهګروپه وړاندي پياوړي اوغښتلي كړي ترڅو دهغوي دترهګريزوفعاليتونومخه ونيول شي ،چې په دي توګه به په ټول افغاسنتان كي دسراسرې سولې اوامن فضا لازياته پراخه اوپياوړي شي ،كنه نوددي ډول ترهګريزوبريدونولړۍ به همداسي ترډيره په هيوادكي روانه وي چېورسره به دهيواددابادۍ،بيا جوړونى اواقثصادي پياوړتيا ټول كارونه په ټپه ودريږي اوافغانان به دسولې ،امن اوسوكالۍ نه بې برخي پاتې شي  كه څه هم چې ترهګرودنوي پسرلى په رارسيدوسره دخپلوبريدونودزياتيدوګواښ كړى خوداسي ښكاري چې دافغانستان دولت دنړويوالوځواكونوسره په هم غږۍ كي دترهګرودبريدونودشنډولواوپه هيوادكي دامن دلاپياوړتيا لپاره پوره چمتووالى لرى اوپتيله يې ده چې په راتلونكي كال كي به په دي اړوند ډيري برياوي ترلاسه كړي  كه چيرته پاكستان دپولي هاخوا دترهګروپه له منځه وړلوكي پاخه اوپياوړي ګامونه اوچت كړي نوترډيره بريده به افغانستان ته د ترهګرودراتلومخه ونيول شي اوهمدارازدهيوادپه دننه كي په هغو سيموكې چې دترهګرودشتون فكر كيږي په نښه شي اودترهګروپه وړاندي عمليات ترسره شي نوپه هيوادكي به ترډيره حده دسولې اوسراسرې امنيت لمن وغځيږى اوترهګر به ونه توانيږي ترڅوزموږ دهيوادوالوسوله ئيز ژوند ګډوډ كړي ",سوله رغنده اوګډوهڅوته اړتيالري 2641,انجنیرمحمدشعیب کاکړ," حد یث شریف دی چي کله  ما شوم په سترخوان باندي کښېني نوپه خپله خوښه ئې پریږدی چي په هر لاس باندي ډوډۍ خوري ودي خوري .دواړه لاسونه خدای پیداکړي دي.اوپه کوم لاس چي دما شوم خوښ وي هغومره ماشوم پکښي اسوده او خوشحاله اوسي.نو ژبي یو پر بل فوقیت نه لري.اوپر ماشوم باندي باید تحمیل نشي چي په کوچنيوالي کي دي په دوهمه ژبه باندي تدریس وکړي.داد هر ماشوم طبیعي حق دی چي په مورنۍ ژبه ورته زده کړي برابري شي. اود ماشوم زهن په خپله ژبه کي ډیر ژرترقي کوي.پرته لدې چی دماشوم پر زهن باندي کوم فشار راشي خپل تدریس ته په نور مال ډول ادامه ور کولئ شي.بل اساسي ټکی دادئ کچیري هره ژبي ته توجه ونشي نو دوخت په تیریدو سره ژبي له منځه ځي.او دا ډیره لویه خطا ده.لکه چي  الفت صاحب وائې: نوري ژ بي زده کول  که لوی کمال دئخپله ژبه هیرول بي کمالي ده په درنشتانجنیرمحمدشعیب کاکړکابل-خیرخانه مینه ",مورنی ژبه د ماشوم لپاره د سترگوتور د ی 2642, عبدالحليم همت," د هلمند ولایت څخه د رحمت خان رالیږنه او د عبدالحلیم همت شعر  ژونــــدون څــــه شـــى دي شــــاعـــــــره؟ څــــــــه مطـــلـــب څـــه تـــــرجــمــــــه ده؟ رنـــــد تـــه ښـــه دي كـــــه زاهــــــد تـه ؟ ژونــــدچـــــوپـتـيـــاكــه هنــګامـــه ده؟ رب مــــي مــــل شـــه پـــه ځــــواب كـې  ډيــــره ســخــتــــــه ده پـــــوښـــتـــنــــــــه ژونــــد هـــرچــــاتـــه پـــه بــل شـان دي كـــه دا نــــه وي تــيــــروتـــــنـــــــــــــــــــه ژونـــدامـيــد دي ژونــــد ارمـــــان دي ژونــــدشـيـــريــنــــه تــــلــــوســــــــــه ده ژونــــد لـــــويـــانــــوتـــه پــېــــسـې دي ژونــــد مـــاشــــوم تــــه پـتــاســــې دي ژونــــــــدون نـــــــازدي ژونــــــد ادا ده ښــــكـتــــــه پــــورتــــه ګــــرځيـــدل دي ژونــــد ځــــوانــــانــــوتـــــه لـيــــلا ده ژونـــــدبــــــوډاتــــــه ګــــــوريــــــدل دي ژونــــدون پــېــغــــلـــې تـــه سنګاردي ژونـــــد زړې تــــــه قـــــهــــريـــــــدل دي ژونــــــــــد وړې تــــــه چـنـــــدروګانــــې دنــــــــــــــانــــــــــــــــــځــكــــــو ودول دي ژونـــــــــدغــــريـــب ته غــــلامــــــــي ده ژونــــــدامـيـــــرتــــه تـــخـــت تــــاج دي دبــــې ځـــــواكـــــو پـــــه جـــنــــګــــــــړو دځــــــواكــــمــــن تــــخـــت تـــــاراج دي ژونـــــدبــــــزګــــرتــــه ده يـــــوه سپــــاره ژونـــــدكـــرل دي ژونــــــد ريــــبـــل دي ژونـــــــد بــــس هســــــې هـغـــــه دغـــــه ژونـــــدلـــــړل دي ژونــــــــدتـــپــــل دي ژونـــــد نـشــــــه ژونــــدتـــمــاشـــــــه ده ژونــــــدون  رنـــــد تـــه مــيــخـــانـــه ده ژونـــد چې تـيـر شـي هــرڅه هيـر شـي ژونـــد بــيــا خـــيــال دي افـــســانــه ده ژونـــــــــدمــــــــلا تـــــــه امــــامـــــت دي ژونــــد زاهـــــدتـــــه خــــلـــوتـــــونــــــــه ژونـــــدپــــــاچــــاتــــــه رانـــيـــــــول دي ددنـــيــــــاټـــــــــول وســـــعــتــــــونـــــــــه ژونـــــــــدژړاده ژونــــــد خــــنـــــــدا ده ژونـــــد شـــــاعــــرتـــــه پـــــاكــــه ميـنـه ژونـــــــدلــــه وصــــل لــــه بـــيــــلـــتـونه ده تـــــابـــــلــــوجـــــوړه رنـــــګــــيـــنـــــه ژونــــــــد اووه واړه رنــــــګـــــونـــــــــــه ژونـــــدرســـــام تــــــه مـــنـــــظــــــــره ده بــيـــخ د غـــــــــــره تـــــــــــه ودان كلـــى چــــې يـــــې ځــنـــګ تـــه هــــديـــره ده ژونــــدون زهــــــد ژونــــــد تـــقـــــواده دجــــــــــــنـت دوزخ كــــيســـــــــــــــه ده ژونــــــدون عــــــلــم ژونــــد عـمـل دي ژونـــدون لـــــويـــــه مـــــــدرســــــــه ده ژونــــد پـــښتـون تـــه تــشـــې بــاټـــې ژونـــد انــګــريـــزتــــه غـــولــيـدل دي ژونــــــــدعــــربـــــــوتــــه مـــستــــــي ده ژونـــــد هــنـــــدوتــــه ګــــډيـــــــدل دي   دچـــــــــــــــــالاســـــــــوكـــــــې ګلان دي دچـــــــا لاس پـــــه ويـنــــــــوســــره دي ژونـــــــدون لــــــويــــه كـــــرونـــــده ده چـــــاتــــه بـنـــګ چـــاتــه لــونـګ دي چـــاتــــه ژونــــد دزهــــروبـــــوټـــــــــى چـــــاتـــــه ژونــــــد خــــــوږه حــــلـواده ژونـــــد ژړاده ژونـــــد خــنـــــــــــدا ده ژونــــــدجـــــنــت ژونــــد كـــــربــلا ده ژونـــــدون غـــم دي ژونـــد ښادي ده ژونــــدتـــورتــــم دي ژونـــد رڼـــــــاده ژونـــــد د وريــــځ پـــه تــورې ورځـې پــــړك دي تــــالـنــــده بـــرښـنــــــــــاده ژونــــــد مـــنزل دي مـســـــافــــرتـــــــه ځــــــوان شــــپــانـــه تـــه ژوند رمه ده ژونــــد داوړي پــــه غـــــرمــــــــه كـــې بـيــــــخ دونــــــې تــــــــــــه دمــــــــــــه ده ژونـــــد ســـفـــــرتــــه ښـــاري بس دي ورتـــــــــــه ډيـــــــــــر دي ودريــــــــدلي شيبــــه پـــس تـــــم ځــــــاي تــــه رسي ځــــوك كـــــوزشــــوي ځـــوك خــتلـي ژونـــدبيـــــړۍ ده پــــه دريـــــاب كـې وړانــــدې ډيــــــر دي طــــوفــــانــونـه بـيـــړوبــــان خــــولـــوكــــې ډوب دي پــــه ســــاحــــل دي ارمــــانــــونـــــــــه ژونــــــدون پــــــرلـــپـســــــې منــــــــډه غـــــورځيــــــدل دي پــاځيـــــــدل دي   دنــــر ژونـــــــــد تــــــــر خپــــله وســـــه خپـــــل هـــــدف تـــــه رســيــــــدل دي كــــه پـــــه چـــــل شـــــي كـــه هنـر شي كــــه بـــل پـښـــې نـــــــه رانيـــــول دي ژونـــــدسيــــالــــي ده رقـــــابـــــت دي يـــوتــــربـــــل مخــــكــــې كـيـــدل دي ژونــــد دشـــيــــخ دلاس تـسبــــې دي دتــسبــــــــــولـــــــړ دي شــلــېــــــدلــــى ټــك پـــــه ټــك مــــــــرۍ تـــــــــويــــــږي شــيــــــــخ لا نــــــه دي پــــوهــيـــدلـــي سپين اوتورچنجيان پرې بوخت دي ژونــــــد پـــــه پـــــاڼ كــــې راشــنه ونه دمــــرګـــــــي خــــــولـــــــه ورتـــــــه وازه ډيــــــــر يــــــــې زرده پــــــــــرې وتنـــــــه ژونــــــــد بـــــــــلا انــتـــــهـــي هـــيــــــله ورځـــــې شپــــــــې سبــــــــاكــــــول دي دزيــــــــــــن شــــــــوي آس دپـــــاســــــه  دمــــــرګ پــــولـــې تــه ځـغـاستـل دي ژونــــــــدروان داوبــــــــوسيـنـــــــددي پـــــرمــــخ يـــــون كــــړي نــــه ودريږي نــــــــه دمــــــه نــــــــه انـتــــظـاركــــــــړي نـــــه پــــــه عـــــــذرحــصـــــــاريــــــــــږي ژونــــــد دا دي ژونــــــــــد هغـــــــــه دي ژونــــــد عـــــجـــــبـــــــــه فــــلسـفــــــه ده انســـــانـــان داوبــــــــوڅــــــــاڅـــــكــي ژونــــــد دبـــحــــــــريـــــــوه څــپــــــــه ده   ",ژونـــــــــــــــــــد 2643,عبدالله احسان - هالنډ," نن د ۱۳۸۵ لمريز کال دغويي د مياشتي پر ۱۷ نېټه د هالنډ د امسرفورت په ښار کي د هغه د کورنۍ او نژدې دوستانو له خوا  دهغه پاک روح ته د دعا په ناسته کي چي د قرآن عظيم الشان په ختم سره پای ته ورسېده د هغه د لمړي تلين نمانځنه وشوه . عبدالله احسان - هالنډ شاعر ، ليکوال ، او ژباړن ارواښاد ميرازا علم حميدي په پښتو ژبه ګڼ شمېر کتابونه وليکل او يايې له نورو ژبو پښتو ته راوژباړل . د ژوند تر وروستيو ورځو پوري يې د خپلي ژبي ، ولس ، او هيواد سره خپله مينه په زبات ورسوله .  ارواښاد ميرزاعلم حميدي يو کال مخکي ياني د٣٨٤ ۱  لمريز کال د غويي پر شپاړسمه نېټه د زړه د ناروغۍ له کبله په جلاوطنۍ کي د څلور شپېتو کالو په عمر ځان حق ته وسپاره ، کورنۍ ، دوستان او دده د اثارو لوستونکي او مينه وال يې په سرو اوښکو کښېنول . روح دي يې ښاد وي . نن د ۱۳۸۵ لمريز کال دغويي د مياشتي پر ۱۷ نېټه د هالنډ د امسرفورت په ښار کي د هغه د کورنۍ او نژدې دوستانو له خوا  دهغه پاک روح ته د دعا په ناسته کي چي د قرآن عظيم الشان په ختم سره پای ته ورسېده د هغه د لمړي تلين نمانځنه وشوه . يو کال پخوا د ارواښادحميدي جنازه دهغوی د کورنۍ له  خوا د افغانستان په خوست ولايت کي د هغوی په پلرنۍ هديره کي په ډېر درنښت سره  خاورو ته وسپارله شوه . د ارواښاد حميدی د کورنۍ او خواخوږو له خوا د ارواښاد د قبر مزار په پاخه او ښکلي ډول جوړ شو . د ارواښاد ميرزاعلم حميدي په ياد تر اوسه پوري بېلابېلي ناستي شوي دي ، خو په جرمني کي دافغانستان د کلتوري ودي ټولني تېر کال  ( دحميدي ياد ) تر سرليک لاندي يوه لويه غونډه راوبلله ، ديادوني وړ ده چي د يادي شوي ټولني له خوا  ( د حميدي ياد ) په نوم د ارواښاد حميدي په اړه د ليکل شويو مقالو يو کتاب چاپ ته تيار کړی ، او په دې نژدې راتلونکي کي به يې دچاپ زيرﺉ وشي . دارواښاد ميرزاعلم حميدي پوره ژوندليک د بېنواويبپاڼي په ګل مخونه کي ولولی . د ارواښاد ميرزاعلم حميدی مړيني د افغانستان په کلتوري ډګر کي يوه څرګنده تشه رامنځته کړه ، دا تشه لا همداسي پاته ده ، او وي به . روح  يې ښاد او ياد يې تل پاته! ارواښاد ميرزاعلم حميدي - به په ډېرو هغو غونډو کي ترسترګو کېده کومي چي به د افغانستان دکلتور د پرمختګ ، ولس د پوهاوي او ښېرازۍ په اړه جوړېدلې . ",د ارواښاد ميرزاعلم حميدي لومړی تلين 2644, ډاکټر شېرافضل ګردیوال,"  Presidential Secretariat of Pashtoons Social Democratic Party- PSDP  په جرمني کي د عوامي نیشنل ګوندد مشر ښاغلی اسفند یار ولي خان په ویاړ غونډه جوړيږي   دپښتنو دروند مشر،  پښتون سیاستوال او د عوامي نیشنل ګوند مرکزي صدرښاغلی اسفند یار ولي خان د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندد مشرانو سره دخبرو اترو او نظریو د بدلون لپاره جرمني ته راځي.       پدې اړوند  د  روان زېږديز کال د می دمیاشتي په دولسمه نېټه  دجمعې په ورځ د مازیګر په شپږنیمو بجود دروند مشر ښاغلي اسفند یارولي خان په ویـــــاړ د المان د لیورکوزن په ښار کي غونډه جوړیږي چي د پښتنو او د سیمي د حالاتوپه هکله  به دنظریو بدلون او مالومات وي . د پښتنو ټولنیز ولسولیز  ګوند له خوا په جرمني او اروپا کي ټولو درنو پښتنو/افغانانو ته د ګډون بلنه ده.   په درناوي  ډاکټر شېرافضل ګردیوال د پښتنو ټولنیز ولسولیز  ګونددمشرتابه دفتر (دارالانشاء) مشر   دغونډي دتالار پته : (FORUM  Volkshochschule) Am Büchelter Hof 51373 Leverkusen  ",جرمني کي د اسفند یار ولي خان په ویاړ غونډه 2645,," د هالنډ د بهرنيو چاروزير( برنارډيوټ) نن کابل ته راورسيد او دافغانستان له ولسمشر حامد کرزي او د بهرنيو چارو له وزير ډاکترسپنتا سره يې په جلا توګه وکتل . ده په يو ګډ خبرى کنفراس کې له افغانستان سره د خپل هېوادد مرستو د ژمنو ډاډ وښود او زياته يې که چې د روان زيږديز کال تر پايه به ٢٠٠٠ هالنډى ځواکونه د ناټو په چوکات کې په افغانستان کې ځاى پر ځاى شي .وړاندې له دې نوموړى په اسلام اباد کې له پاکستانى چار واکو سره ليدنه کړې وه او غوره يې وبلله چې کابل او اسلام اباد په خپلو کې مالومات سره شريک کړي . د هالنډ ځواکونه به دارزګان په نارامه ولايت کې ځاى پر ځاى شي . هالنډ په تيرو ٤ کلونو کې ٢٦٠ ميليونه يورو د افغانستان په بيا رغاونه کې مرسته کړى او ټاکل شوى په روان کال کې ١٥٠ ميليون يورو نوره مرسته هم وکړي. ",د هالنډ د بهرنيو چارو وزير کابل ته راورسيد . 2646,," دولسى جرګې غړى ملالۍ جويانن په ولسى جرګه کې د يو شمير مجاهد ووکيلانو د اوبو د بوتلونو تر بريداو ګوزار لاندې راغله او سپکې سپورې ورته وويل شوې . تاوتريخوالى هغه وخت د ولسى جرګې د غړو ترمنيځ راپېښ شو چې د ثور د اتمې نيټې يعنې د مجاهدينو د بريا دورځې بحث راپورته شو او ملالۍ جويا د خپلو خبرو په ترځ کې مجاهدين په دوو ډلو وويشل .د ناستې ډيرو برخه والو او يو شمير ښځينه وکيلانو دملالۍ جويا پلوي وکړه او د يوې ميرمنې سپکاوى يې د ټولو ميرمنو سپکاوى وباله . بشردوست هم دې داډول چلند غندنه وکړه .الماس او استاد صياف او يو شمير نورو بيا د ملالۍ خبرىد ذغم نه لري وبللې . د ولسى جرګې په دغه اله ګوله کې د طلوع تلويزيون کمره مين هم د استازو له خوا په څپړو ووهل شو او له تالار څخه په زوره بهر شو . د ولسى جرګې نننۍ ناستې ا ويو شمير نورو ناستو هېواد وال انديښمن کړي او د وخت په تيريدو سره پر دوى باندې خپل باور له لاسه ورکوي. ",ملالۍ جويا د اوبود بوتلونو تر بريد لاندې راغله 2647,," نن سهارد ٨ نيمو بجو شاو خوا د ننګرهار په مرکز د جلال اباد ښار په دريو ګڼ ميشته سيمو کې ٣ پرله پسې چاودنې وشوې ، چې مرګ او ژوبله له ځان سره نه لري . لومړۍ چاودنه د ګمرک د پخوانى رياست ودانۍ ، دويمه د صرافى سراى او دريمه چاودنه د بزازى چوک کې وشوې . د ننګرهار د پوليسو مشر سالنګې بينوا ته دا کار د هېواد ددشمنانو او ترهګرو عمل وباله او زياته يې کړه دښمن غواړي په دې ډول عملونو سره يوازې د خلکو په مينځ کې ويره او ډار رامينځ ته کړي. ددغو چاودنو پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخيستې .دولتى چارواکو په دې اړوند د پخوا په څير اوس مهال پلټنې پيل کړى او نه يې د پېښې په تور څوک نيولى دي . ",٣ پرله پسې چاودنې په جلال اباد کې وشوې 2648,," دروغتيا وزارت او د نړيوال رغتيايى سازمان په مرسته به د افغانستان د سويل په ١١ ولايتونو کې ٢ ميليون ماشومانوته د يو درى ورځنى کمپاين په بهير کې د ګوزڼ ناروغى واکسين ولګول شي . ددغه کمپاين له پاره په لسګونه روغتيايي ډلې چمتو شوى اونړيوال روغتيايى سازمان په پام کې لري د افغانستان او پاکستان د پولو تر مينځ سيمو کې هم ١٤ ميليون ماشومانو ته دغه واکيسن ولګوي . ",٢ ميليون افغان ماشومان به د گوزڼ واکسين شي . 2649,," نن ماښام د پکتيکا د برمل ولسوالۍ کې د ملى اردو ځواکونو په موټر د سپکو او درندو وسلو بريد شوى دى چې په نتيجه کې يې يو تن صاحبمنصب او يو عسکر ټپيان شوي دي . له بينوا سره دپکتيکا د پوليسو مشر دغه بريد د طالبانو کار بللى او وايى سيمې ته د پلټنې په موخه يو شمير ځواکونه رسيدلى دى. ",پکتيکا د ملى اردو په ځواکونو بريد شوى دى 2650,," د استراليا لومړى وزير جان هوارډ اعلان کړى چې ٢٤٠ تنه عسکر به افغانستان ته د جولاى په مياشت کې واستوى . اوس مهال استراليا ٣٠٠ تنه عسکر افغانستان کې لري .دغه عسکر به د نورو ځواکونو ترڅنګ د سولې ، بيا رغاونى او امنيت په لاره کې ونډه واخلى .تر اوسه يوازې د استراليا يو عسکر د ماين د چاودنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى . ",استراليا نوى ځواکونه افغانستان ته استوي . 2651,," د فلسطين د خان يونس په ښارګوټى کې نن دحماس او فتح ډلووسله الو پلويانو پر يو بل باندې د سپکو او درندو وسلو بريدونه وکړل چې په پايله کې يې ٣ تنه فلسطينيانو خپل ژوند له لاسه ورکړ . دواړه لوري يوبل په دې تورنوى چې پلويان يې يرغمل نيول شوي دي . بريدونه د يرغمل نيولو د لړۍ له پاى ته رسيدو وروسته رامينځ ته شول .په دغه بريدونو کې څه باندې ١١ تنه ټپيان شوي دي . دا بريدونه داسې مهال کې رامينځ ته شوي چې دفلسطين اداره له ډيرو مالى ستونزو سره مخامخ ده او دامريکا او اورپا د مالى مرستې د نه ورکړې له وجې د مامورينو تنخواګانى نه دي ورکړل شوي . ",په فلسطين کې حماس او فتح پر يو بل ډزې وکړې 2652,," تيره شپه د زابل ولايت د قلات او شاجوى سيمه کې د کابل - کندهار د لويې لار په اوږدو کې ٣ تنه دولتى پوليس د مخالف جنګياليو د يو وسله وال بريد په ترځ کې وژل شوي او موټر يې ويجاړ شوي دي . دطالب جنګياليو يو وياند بيا د ٥ تنو دوژل کيدو خبره کوي .دز ابل ولايت وياند ګلاب شاه د بريد او د ٣تنو پوليسو دوژل کيدو پخلۍ کوي او وايى ٢ تنه مخالف جنګيالي هم وژل شوي دي. ",زابل کې ٣ تنه پوليس په يو بريد کې وژل شوي دي 2653,," د ايران ولسمشر محمود احمدى نژاد د امريکا ولسمشر جورج بوش ته ليک ليکلى دى . د ايران د دولت وياند غلام حسين الهام ويلى دغه ليک به په ايران کې د سويس د سفارت له لارې بوش ته واستول شي . له دې وړاندې احمدى نژاد ويلى وو چې د اسلام د پيغمبر حضرت محمد (ص) د کال په مناسبت به د نړۍ د يو شمير مشرانو په پته ليکونه واستوى . دا لمړنۍ ليک دى چې د امريکا دولسمشر په پته استول کيږي . دغه ليک سرپټى دى اومتن يې پټ ساتل شوي دي . ",احمدى نژاد جورج بوش ته ليک ليکلى دى . 2654,دوست - کابل," دوست : کابل  د۱۳۸۵ دغويي ١٨  په افغانستان کې سپيڅلى جهاد چې د نږدې يو نيم ميليون انسانانو په وينو د بري تر بريده ورسيد او د وخت ستر طاقت يې په ګونډوکړ ،  د حماسو   يو بې نظيره شهکار دى . په خواشينۍ سره چې جهادي مشرانو او  ځينو واکمنو قو ماندانانو دغه شهکار د خپلو شومو اهدافو قرباني کړ . د غو کسانو د قدرت په سر داسې بې شرمه جګړې وکړې ، چې هيڅوک يې دهېرولو توان نه لري . لکه څنګه چې خداى ج کسات اخستونکى ذات دى ، نو د شهيدانو له وينو او ديتيمانو او نورو کړېدلو سره خيانت کونکي هم په کراره نه پرېږدي . داچې دغه جهادي مشران يې تراوسه ژوندي ساتلي دي  ، دې  کې هم د لوى څښتن ستر حکمت دى ، شايد دغه ذات ددې لپاره دوى ژوندي پرې ايښې وي تر څو ددوى ژوند دنورو لپاره عبرت شي . پرون د ولسي جرګې غونډه کې دغه شان کسان له يوبل جنجال سره مخ شول .  په دغه غونډه کې چې په زرګونو کسانو يې دټلويزيون له لارې تماشا کوله ، هغه کسان چې يو وخت يې دنورو برخليک په لاس کې وو ، د مخ رنګونه اوښتي او سر ګردانه وو  . له  دوى څخه  د يوې ډيرې معمولى نجلۍ څرګندونو خولې تويه کړې او وارو  پار يې خطا شو . دغه نجلۍ دفراه استازې ملالۍ  جويا  وه ، هغې په پوره جرئت  جهادي مشران په دوه ډلو وويشل ، يوه هغه ډله چې دهغې په وينا په رښتيايې جهاد کړى او بل هغه چې جيبونه يې ډک کړي دي .  اوله ډله خو هغه کسان وو، چې خداى ج به  بخښلي وي ،  خو دوهمه ډله په بل شکل پارلمان کې ناست دي او ددغه وژلي ملت په اړه تصاميم نيسي . زه نه وايم چې ملالۍ جويا ر ښتيا هم ( ملالۍ ) ده ، کېداى شي هغه هم دومره د وطن او ولس ګټو ته وفاداره نه وي ځکه هغې ته د همدې شهيد ملت له وينو معاش ورکول کېږي .خبره داده چې ددغه شان نجلۍ له خوا دهغوى بې ابه کول ، له مُهين عذاب نه پرته نور څه نه شي ګڼل کېداى . دغه دجهاد ټيکه داران چې اوس د شهيدانو په وينو او هېواد په ويجاړولو  ميليو نران شوي دي  ، داساسي قانو ن په لويه جرګه کې هم له همدغه شان سپکاوي سره مخ شوي وو . که څه هم په دغه شان سپکوونکو حالاتو کې ددوى نوم نه اخستل کېږي خو هغوى ته داسې خپل ځانونه  په خيانت کې ډوب ښکاري چې دهر خاين نوم اخستل کيږي نو دوى يې  خپل ځانونه ګڼي . د قران  عظيم الشان مبارک ايت دى چې چا ديوې ذرې په اندازه بد عمل وکړ نو وبه يې ويني ، دغو کسانو چې په کورنيو جګړو کې يې دومره ناوړه عملونه کړي نو چې تر څو ژوندي وي همداسې به خوار او شرمېدلي وي .   ", پر جهادي مشرانو عذاب مُهين نازل شوى 2655,حقپال - کابل,"  ( حقپال) کابل دثوردمیاشتي په ۱۶ او۱۷ نیټو په کابل کې دانصاف هوټل په تالارکې دافغانستان دټولنیزې پراختیا اواصلاح جمیعت له لوري یو بریالی پروګرام په لاره اچول شوی ؤ چې دافغان زده کونکو دعلمي پیاوړتیا اودیني زدکړي په لوریوښه ګام بلل کیږی. دغه پروګرام چې دیوشمیرسوداګروپه نغدي مرستو په لاره اچول شوی ؤ په کې دکابل دښاردګڼولیسوزده کونکو نجونو او هلکانوکې ګډون درلودچې دسیرت نبوي ددرسونوپه زده کړه کې یې سره سیالې وکړه اوجایزې یې ترلاسه کړې. دنوموړې ټولنې دیوه چارواکې سیف الله عابد په وینا چې زده کونکوته جایزې اوتحفې دملی سوداګرو له خوابرابرې شوې وې او ټاکل شوېده دغه پروګرامونه به دملي تلویزیون داسلامي خپرونو دادارې له خواهم وښودل شي چې دسیرت النبي په برخه کې به دهیوادوالوپه معلوماتو کې ډیرګټورتمام شي. داډول پروګرامونه له یوې خوا ځوانان سالموبوختیاوو ته رابولي له بلې خوا په دوی کې اسلامی اخلاقو ته، چې په اوسني وخت کې دټولنې یو ستره اړتیا ده رابولي. په دا وروستیو وختوکې ځینوتلویزیوني شبکوداسې تجارتی پروګرامونه ترلاس لاندې ونیول چې نه یوازې یې زموږ دخلکوپه تیره ځوانانو وخت ضایع کړبلکې دوی یې بې ګټولاروته وهڅول . دتاجیکی اوهندی هنرمندانو دکنسرتونو جوړول، دطلوع تلویزیون له لوری دافغان ستوری دموسیقی پروګرام په لاره اچول به کیدای شی دځینو په اند  یوه  تفریح اوښولاروته هڅول وبلل شي . خوراځی چې وګوروهمدا اوس وخت کې زموږدټولنې مهمې اړتیاوې څه دې. مبتذله موسیقې کنسرتونه اوسازاوسرود که پوهه، زدکړه ،اقتصادی اوټولنیزپرمختګ؟  آیا موږ نه شوکولای له نورولارونه هیوادوالوته دتفریح زمینه مساعده کړو چې پوهنیزې ګټې هم په کې نغښتې وي؟ آیا زموږ هیواد چې تازه له جګړو اوناخوالونه راوتلی څه ته اړتیا لری؟  زموږ هيواد په اوسنيو حالاتو کي د سندرغاړو او هنرمندانو په نسبت  ډاکترانو،انجینیرانو، استادانو دعصري تکنالوژۍ خاوندانودیني علماوو،لیکوالانو،ساینس پوهانوته اړتيا لري . سمه ده چي وتلي سندرغاړي ، او نوميالي شاعران لرو ، خو له بدمرغه په علمي پرمختګ یا حد اقل ورزشي څانګه کې مو تر اوسه نړیوال اتل نه دی درلودلی. د پردۍ موسيقۍ او نځاګرو د مينه والو مينه به نوره ماته شوې وي ځکه په هیواد کې ټول تلویزنونی چینلونه په سلوکې اتیا موسیقی خپروي، سینماګانې، کیبلونه ،دیش انتونه خو ټول ددوی په چوپړکې دي . خو له بده مرغه پوهنیزي برخې ته څومره چي ښايي او اړتيا يې ده پاملرنه نه ده شوې . په کار ده چي دولت ، خپلواکې موسسې، ملي سوداګراوپانګه وال اوپه هیواد کې دننه اوبهر میشت ټول احساس لرونکي افغانان دې ټکي ته پام وکړي اوافغان ولس ته سالم او په معنوې ګټوکې نغښتي پروګرامونه په لاره واچوي .  ",دنبوي سیرت د ستوري پروګرام ډیرګټور ؤ 2656,هارون خپل - انګلستان," چا ته ووا يم د خوږ زړه له دردونو چا ته وکمه کيسه د پرها رو نــــــو  چا ته حا ل د بې و سۍ کړم  کم حديث د پرېشا نۍ کړم چا ته ووايم چي ژوند لرم بې جان يـــم چا ته و ژاړم چي سوز لرم سوزان يـــــم دلته درد،  مينــه ګو نــا ده رسوا يي ده، تمــــــــا شا ده د حق چيغه لـــوی جنون دی هر مجنون په دار وخون دی هرهر يو پړانګ و لېوه دی  مست د ظُلم په خواړه دی د انصاف تله چپه ده د ورورۍ پريښته مړه ده پرنېکۍ ړانده، کاڼه دي و بدۍ ته ويښ پراته دي پر ټپو مالګه پاشل کړي د مړ ژواندو نڅول کړي دغه ښا ر د بې دردا نـــــو د خپلسرو، زور وا کا نـو دلته عېش د غا فِلا نو دلته مرګ دحق بينا نو مکا ري عا لم رويــــي د ه د ها رون د زړه خواري ده   ",د بې د ر د ا نو ښا ر 2657,هارون خپل - انګلستان," عشق د يار د وصل لار، ساز وسامــــــــــــان دی عقل خوار په نيمه لاره کــــــــــــــي حېـــــــــران دی   ته د عقل په ګـــــــــــــــام څنــــــــــــــــګه ور سېږې ؟ ! د يار بحـــــــــــــــر لوی بې حده بې پــــــــايــان دی   نادان عقــــــل د ادب، مـــــــکتب شاګـــــــــرد دی عشق بابا د هــــــــر هونر، ځای يې اسمــــان دی   عشق لمبې عقل اوبه دي په مـــــــــــــــجاز کــــي بې اوبو د اور، لمبـــــــو مهار ډېر ګـــــــــران دی   عشـــــق باطن، عقــــــــل ظاهر لـــــــــره ســـــالکه ! ددې دواړو په يــــــــــــــارۍ مُشکِل  اســـان دی   معرفت د يـــــــــــــــار هغـــــــــــه تــــــــــــــه مُيَسر سو چي يې هست پر زړه يقين، نابود ګـــومان دی   واصِلان په عِلم،عقــــــــــــــــل واصل نــــــــه سوه د يار وصل په تسلـــــــــــيم ، عشق او پېمان دی   څو مرغه د لاهوت نسې واصِل نــــــــــــه يـــــــې! ستا اوچتو پروازو ته تـــــــــــــنګ جـــــــهان دی   نن د عشق په وزرونـــــــو لوړ پرواز کـــــــــړه   ! ستـــــــــــا مــــــــــکان د ميني کـــور د لامکان دی   وديــــدار ته يې هوس د سفـــــــــــــــــــــر مه کـــــړه ! يار په زړه کي درســـــــــــــــــــــره په هر زمــان دی   بې پروا جانان سُجـــــــود د حُضور غـــــــــــــواړي بې حُضوره سُجــــــود زيـــــــان د ټول اِيمــــان دی   ما هــــــــــارون چـــي يو سُجود په حُضـــــــــور وکړ لـــــــه هر سياله مـــــــي ګټلی اوس مـــــــــېدان دی   ",عِشق او عقل 2658,افغان دوست,"  ليك: افغان دوست ترهر څه لومړى ټولووطنوالوته دنوې كابينې مباركي وايم! هيله ده چې ټول وزير صاحبان دهېواد لپاره نيك شاګومه شي! او دنويووزيرصاحبانو پل رنځېدلي ولس ته بختور شي! غواړم دكابينې پام څو اساسي ستونزو ته چې له ارګ نه تر معمولي ماموريت پورې ټولې اداري پرې ككړې دي، واړوم! لكه څنګه چې دا كابينه له پخوانيو كابينوسره توپير لري. پخوانۍ كابينې چې څنګه وې دضرورت له مخې ښې وې. خونوې كابينه دبون دپرېكړې نتيجه بلل كېږي. اودولس داستازيوله لورې ټاكل شوېده. نوې كابينه كه هر څنګه ده، خو دپارلمان له خوا دډېرو پوښتنو ګروېږنو، نه وروسته رامنځته شوېده. دغه ډول سخت امتحان ته چې سړى ګوري ، نوويلى شي ، چې وړ او ښه كابينه به وي. له اوسنۍكابينې نه ولس ډېرې هيلې لري، ولس هيله من دى چې دنوي كابينې او پارلمان دهلو ځلو په نتيجه كې به جنګ جدل ختم شي!! ورور،وژنه به پاى ته ورسېږي اوستونزې به لرې شي!  نوې كابينه او ورسره پارلمان بايدلاندينيوستونزو ته، چې افغان ولس ورسره دم ګړۍ لاس او ګرېوان دى خپل پام وروګرځوي! دغه ستونزې په دوو كتګوريو كې وېشلى شو. اول دهېواد باندنۍ ستونزې. دوهم دهېواد داخلي ستونزې. د هېواد باندنۍ ستونزې: دخارج له لوري هېواد له ډېرو ستونزو سره مخامخ دى. هره تباهي چې هېواد ورسره مخ شوى اويا مخ كېږي ،ديوې سالمې خارجه پاليسۍ دنشتوالي نتيجه گڼل كېدلاى شي. كله چې په هېواد كې څه ناڅه سوله او نظم رامنځته شي،نوځينې سياستوالان پر ګاونډيانو ور هه كړي. ګاونډي او په سيمه كې پراته هېوادونه ځان په خطر كې وويني. اوهغوى هم دخپل ځان دخوندي ساتلو په خاطر زمونږ په هېواد كې لاسوهنه پيل كړي.له دې سره زمونږ نوى منځته راغلى نظام د ړنګېدوپايلامه وشي. نو نوې كابينه او پارلمان بايد يوۀ ملي ، او ملي ګټو ته ژمنه پاليسي، او ملي ستراتېژي جوړه كړي. له ګاونډيو او نوروهېوادونو سره دستونزو دحل په چارو كې له ډپلوماټيكو هلو ځلو څخه كار واخلي.ترڅوهغه نارې او سورې چې دم ګړۍ دافغان ولس په ګټه نه دي بندې شي.  دخارجي ستونزو په لړ كې يوه بله ستونزه هم شته. مونږ له هېواد نه باندې ځينې سفيران او ډيپلوماتان لرو، چې دټاكلي ډيپلوماتيك مهال نه ډېر مهال پر دنده اخته دي. په ښوموټرانو كې ګرځي ، مزې او چړچې كوي، خو په اړه ېې هيڅ نه ده معلومه، چې دوى ولس ته څه اقتصادي، سياسي او ټولنيزه ګټه رسولې ده؟ حتىٰ ځينې خو په دې ندي خبرچې په اړوند هېوادكې دافغانانو څه حال دى؟  پردغسې سفيرانواوډيپلوماټانو بايدله سره غور وشي، او پر ځاى ېې بااحساسه ، باكفايته، نرم زړن ، دولس پرخوشحالۍ خوشحاله، او غم ېې غمجن استازي ولېږل شي. دهېواد داخلي ستونزې : له خارجي ستونزو پرته. په هېواد كې هم ډېرې ستونزې شته.چې د ولس تر منځ ېې ددولت ارزښت راټيټ كړىدي. دغعه ستونزې جدي پاملرنه غواړي. پخوا هم دغه وړ كړاونه دافغانستان دورانېدو سبب شوي وو، او كه پام ورته ونشي نو يو ځل بياېې هم دورانېدو سبب گرځېدلاى شي! ښاغلي وزيرصاحبان دې خبروي، چې په دغو راغليوپوځونو هېڅكله افغانستان كې امنيت نشي ، ټينګېدلاى، تر څوله ولس سره مفاهمه ونشي! دهغوۍ ګيلې اوګزارې وانه ورېدلاى شي! او دهغوۍ په خوښه نظام رامنځته نشي! داخلي ستونزې په دې ډول په ګوته كولاى شو: • عادي ماموريت نه نيولې تر وزارته پورې رشوت اخستل كېږي. او ان چې رياست جمهوري هم ترې خلاص نه دى.( كه ضرورت پيداشو نو نومونه ېې هم ښودلى شم) د جمهور، رئيس فرمان پرپيسوخرڅېږي. ددولت چوكۍ پر ټېكه او پيسو وركول كېږي. همدارنګه ځينې چارواكي شته چې فكر كوي كه شخصي ګټې ېې پوره نشي او زوى يا كوم بل خپلوان ېې په لوړوپوستونو ونه ټاكل شي، نو اړى ګړى به رامنځته كړي!! ځينې وزير صاحبان چې لومړى راغلل نو په كابل كې به په ټېكسيو كې ګرځېدل، خو د پيسو پيداكولو او تحفو اخستلو په نتيجه كې اوس نام خدا! دزرې ضد په موټرو كې ګرځي!  • ځينې تلويزيونونه دافغاني دودونو او عنعناتو پرخلاف خپرونې كوي. اخلاقي فساد ته لاره هواروي. په كابل ښار او ځينو نور ښارونوكې اخلاقي فساد دومره ډېر شوى، چې اخلاقي فاسدان او شرابخواره په خپلو چارو فخر كوي! اوبې له ډاره ناوړه اعمال ترسره كوي! چې كله ورنه پوښتنه كېږي، نو ځواب كې وايي چې ډيموكراسي ده! همدغسې په خپرونوكې زمونږپه اسلامي ټولنه كې داسلامي كلتور په نزد غربي كلتور ته وده وركول كېږي، چې دا هېڅكله زموږ په گټه نه تمامېږي. او نه تمامېدلاى شي! دكلتور په لحاظ هغه څه چې په اروپا كې ښۀ بلل كېږي ، هغه زموږ دهېواد دتباهۍ اسباب دي! • دځمكو دعوه جلابان دومره ډېر شويدي چې ټولې څارنوالۍ او محكمې دځمكو په دوسيو ډكې دي. فيصلې دهغو خلګو په گټه كېږي ، چې پيسې وركولاى شي.دغريبو او ناچارو خلګوهډو پوښتنه نه شته!همداراز په څارنواليو كې لوى نه لوى مجرم بري كېږي.په قضاء كې دلوى نه لوى مجرم په ګټه فيصله كېږي. • ظلم او ستم اوج ته رسېدلى دى. دولتي چارواكو له ځانونو نه فرعونيان جوړ كړيدي! پر دولتي چوكيودغنيمت ګومان كوي.ملي شتمني ورته بې څښتنه شتمني ښكاري. همدارنګه ولس ورته پردى او ولس ته دوى پردي ښكاري!   له دې پرته ځينې نورې ستونزې شته چې بايد راو پلټل شي.دافغانستان ټول تاريخ پر دې ګواه دى ، چې دغسې حالات كله هم پر افغانستان راغلي نو افغانستان له تباهۍ سره مخ شويدي. او ډېرې خويندې ميندې ، ورارې،كونډې اوبورې شويدي.  پارلمان او نوې كابينه بايد، ددغو ستونزو دحل لارې ولټوي. دولس غوښتنو ته مثبت ځوابونه ووايي. همدرانګه پر دې فكروكړي چې دغه اوسني جنګونه چې دافغانستان په غربي او جنوبي سيمو كې روان دي، ولې؟ورځ په ورځ چې خلګ پر دولت بد ګومانه كېږي، ولې ؟ ايا پاس يادې شوې اوځينې نورې ستونزې خوېې وجوهات نه دي؟ بدبختانه ځينې دولتي چارواكي هره ناوړه چاره په القاعده او تروريستانوپورې تپي! خو دومره ځان سره په ګرېوان كې نه ګوري، چې ايادولت دولس دستونزو په لېرې كولو څومره بريالى دى؟  دنوې كابينې او پارلمان همدغه وخت دى كه چېرې دغو موجودو ستونزو ته ګړندى ځواب ونه وايي نو كېداى شي، ولس له كنټرول نه ووځي!! بيا به نه ستا زورپرې رسي او نه دسپي؟ همدارنګه په دولت كې بايد دمكافاتو او مجازاتو يو سېستم رامنځته شي. څوك چې سم كار او نوښت كوي بايد ولمانځل شي! اوكه څوك دوطن په تاوان وي ، لومړى ورته توصيه وشي او كه په توصيه ونشي نو جزا وركړل شي!!  فكر كوم كه يادې شوې ستونزې حل شي نو په هېواد كې به امنيت او سولې ته لاره هواره شي! ترحم ، عدالت، ښه چال چلند به رامنځته شي! راپېښيو بدبختيو ته بۀ دپاى ټكى كېښودل شي! نه به دالقاعده نوم وي او نه دتروريست! او كه دغه ستونزې دوام وكړي نو دالقاعده او تروريستان به هم ډېر شي!! او دغه پړه به بيا پر همدغو وزير صاحبانو وي! نه پر ولس !  په پاى كې يو ځل بياپر پارلمان او نوې كابينې غږ كوم چې دپورتنيو ستونزو په حل كې خپله دنده ترسره كړي! ترڅودببولالو خاتمه وشي.كه دغوستونزو ته پام ونشي نو سبانۍ نـسل به مو بيا په پرديو ملكونودخيراتګرو په څېر ګرځي. په نتيجه كې به خړې سترګې ورته ګورو، له ژړاو، انكولاو نه پرته به نور هيځ ونلرو! ",پل مو بختور شه! 2659,," د افغان دولت مخالف جنګياليو تيره شپه د لغمان لايت د علينګار په ولسوالۍ د توغنديو بريد کړى دى چې ددغه ولايت د والې ګلاب منګل په وينا دغه توغندى په شاړو ځمکو کې لګيدلى او هيڅ ډول ځانى او مالى زيان يې نه دى اړولى . ",علينګار ولسوالۍ تر بريد لاندې راغلې 2660,," د افغان ولسمشر حامد کرزي تر مشرى لاندې د نوې کابينې د وزيرانو لومړنۍ ناسته نن جوړه شوه او کرزي د کابينى له ټولو وزيرانو وغوښتل ترڅو خپلې شخصې شتمنى او جايدادونه د روڼوالى په موخه ثبت کړي .د کابينې پنځه تنه رد شوى وزيران لا هم ولسى جرګې ته دباور د رايې د ترلاسه کولو په موخه لا تراوسه نه دي وړاندې شوى او يوې باورى سرچينې بينوا ته وويل چې د اطلاعاتو فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين او د اقتصاد وزير فرهنګ به يو ځل بيا ولسى جرګې ته د باور د رايو د تر لاسه کولو په موخه د کرزي له لوري وړاندې شي .د کابينې له ٢٥ وزيرانو څخه ٢٠ تنه ولسى جرګې ومنل او ٥ تنه يې رد کړل .کرزى دنوې کابينې په لومړنۍ ناسته کې د دينې مدرسو د جوړيدو په هکله تيڼګار وکړ او هيله يې څرګنده کړه چې نوى وزيران داسې کسان په دندو ونه ګومارى چې په دولت پيټۍ شي .ده وويل ولس بايد خبر وي چې وزيران يې څه لري . ",د نوې کابينې لومړۍ ناسته جوړه شوه 2661,," په افغانستان کې د امريکايي فوځ يو وياند ويلى چې د يو هوايى بريد په ترځ کې يې د پاکستان پولې ته نږدې اود جنوبى وزيرستان په يو کيلومترى کې د پکتيکا د برمل ولسوالۍ کې د القاعده او طالبانو ٤ تنه شکمن کسان وژلى اووروسته يې پلى فوځ سيمه کې يو تن شکمن کس ژوندى نيولى دى .دغه هوايى بريد د دوشنبې په ورځ تر سره شوى دى.د پاکستان خصوصى ټلويزيون ( جيو) نن د يورپوټ په خپرولو سره ويلى چې د پاکستان شمال د افغانستان پولې ته نږدې د انګورو اډه کې د امريکايى چورلکو د هوايى بريد له امله ٨ تنه لادرکه او ٣ تنه ټپيان شوي دي . ټپيان د واڼه روغتون ته ليږدول شوي . ",د امريکايانوپه بريدکې ٤ تنه پکتيکاکې وژل شوي 2662,," د سمنګانو ولايت د خرم سارباغ ولسوالۍ کې د ځمکې په سر ديوې وسله والې شخړې له امله ٢ تنه ولسى وګړي وژل شوي دي . په دغه شخړه کې دواړو لورو له سپکو و سلو کار اخيستى دى . ",خرم سارباغ کې ٢ تنه ولسى وګړى وژل شوي 2663,," المانى پلتيس شرکت د افغانستان د اطلاعاتو او ځوانانو دوزارت سره په سلا کې د افغانستان د ګرځندوى د صنعت د بيا ژوندى کيدو او ودې په موخه يوه ٥ کلنه تګ لاره جوړه کړې ده ،چې په پلى کيدو سره به يې هر کال ١٠٠٠ زره سيلانيان له افغانستان نه ليدنه وکړي او په کال کې به څه باندې ١٠٠ ميليونه ډالر افغان لوري ته ګټه ورسيږى . په دغه تګ لاره کې امنيت ، خوندى توب ، مناسب هوټلونواو ډوډى ته ګوته نيول شوې ده .د شرکت مشر توماس هيلى بينوا ته وويل په تګ لاره کې د ټولو هغه اسانتياوو روڼ انځور شته چې يو سيلانى يې هيله کوي . ",د افغانستان د ګرځندوى ٥ کلنه تګ لاره 2664,," امريکايي چارواکو منلې چې د ايران د ولسمشر محمود احمدى نژاد ليک ورته د دوشنبې په ورځ رسيدلى دى .چارواکو ددغه ليک په اړوند چې متن يې ١٧ - تر ١٨ پاڼو بلل شوى ويلى ، ليک اتمى شخړه نه شى حل کولى .د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې کاندو ليزا رايس وايي دغه ليک د اتمى شخړې د سياسي اواري له پاره مرسته نه شى کولى . د سپينى ماڼۍ وياند ويلى ، ليک د شتو نړيوالو انديښنو سره هيڅ ډول مرسته نشى کولاى له بل لوري په ملګرو ملتونو کې د چين استازى (وانګ انګيا) د امنيت د شورا د ناستې په درشل کې انديښنه ښودلې چې د ايران په اړوند وړاندې شوى پريکړه ليک کولاى شي دجګړې لار اواره کړي .دغه ليک په ايران کې دسويس د سفارت له لارې استول شوى دى . ",امريکا د ايران د ولسمشر ليک بې اغيزې وباله . 2665,," د امريکا ولسمشر جورج بوش د سودان د دارفورله اړينو اوغم ځپلو کډالو سره د ٢٢٠ ميليون ډالرو مرسته اعلان کړې او وايى د دارفور د غربى سيمې کډوالو ته يې دلاس نيوى په موخه د خوړو ٥ بيړۍ استولې او امريکا به د دارفور اړين اوسيدونکى يوازې پرې نژدي . ده وويل د کنګرې څخه به د لاډيرو نغدى او جنسى مرستو غوښتنه وکړي .د دارفور اوسيدونکى ناراميو سخت ځپلې او نړيوالو بشري مرستو ته سترګې په لار دي . ",له دارفور سره د امريکا مرستې . 2666,," د خوست ښار ختيځه برخه کې نن سهار ديو لړ خپل منځى تربګينواو دښمنيو له امله د دووقومونو ترمينځ وسله واله نيښته وشوه چې په پايله کې يو تن ولسي وګړى مړ او څو تنه نور ټپيان شوي دي. د خوست پوليسو د پېښې په اړوند څو تنه له دواړو لورى نيولى اواوس مهال يې شخړه پاى ته رسولې ده . ",د شخړې په مهال خوست کې يوتن وژل شوى . 2667,غلام جيلاني ځواك," غلام جيلاني ځواكد سولى صندوق هركال د هيوادونو د برياليتوب او نه برياليتوب په هكله يو كلنى راپور خپروي، د ددى صندوق د ۲۰۰۶ كال راپور چې تيره اونى خپور شو، د پاكستان د حيرانونكې نابرياليتوب ښكارندويي كوي. پاكستان چې د همدي صندوق د ۲۰۰۵ كال د راپور له مخي د ناكامو هيوادونو په لست كې يي  ۳۴مه شمير درلوده اوس د ناكامو هيوادونو په لست كې نهم هيواد دي، په داسي حال كې چې د پاكستان ستر سيمه ييز سيال هندوستان په دي لست كې ۹۲ مه شميره لري. په زړه پوري خبره داده افغانستان چې پخوا د ناكامو هيواونو په لومړنيو شميرو كې يي ځاي درلود اوس يى په لسمه شميره كې ځاى نيولى دى. يانى افغانستان سره لدې چې د د ري لسيزو كورنى جګړو او ورانى نه ورسته دادى اوس د سوكالي او پرمختګ په لور ګامونه ږدي ، په عمومي توګه ددى راپور له مخى د پاكستان او دنړى تر نور اتو هيوادو بريالى هيواد ګڼل شوى خو پاكستان د خپلو ناسمو پاليسيو له امله په ډيرزغرده  مخ په ښكته د ولويدو په حال كې دي. د ۳۴ شميري نه نهمى شميرى ته ښكته كېدل يو ډيره په زغرده لاندي ولويدل دي. نو پاكستان په كومه كرښه چې اوس روان دى كه خپل تګ ته ادامه وركړي يوورځ به سوډان چې په دى لست كې لومړى شميره لري هم شاته پريږدي او بيا به يو داسي وخت راشي چې دپاكستان نوم به د نړى له ټولو لستونوڅخه حذف شي.ددي لست په جوړونه كې د يو هيواد د برياليتوب او نه برياليتوب معيار په هغه هيواد كې د بشري حقونو، د حكومت مشروعيت، د خلكو جبري بى ځايه كېدنى د هيواد اقتصادي حالت اويو شمير نور عوامل په نظر كې نيول شويدي.پاكستان د ديى ټولو معيارونو پراساس يو ناكامه هيواد دى ، پاكستان يو داسى هيواد دى چې بنسټ يي  په مذهبي كركې او نفرت ايښودل شوى. د پاكستان زيږدنه په هند كې د سل هاوو زرو هندوانو اومسلمانانو دوژنى بى كوره كېدو خپل ټاټوبي پريښيدو او د زرهاو پيغلو عفت تر پښو د لاندي كېدو سره مل وو، د پاكستان د وجود له امله اوس هم دا وژنى، بى كوره كېدنى او رنګارنګ ربړونى  او كړونى په سيمه كې دوام لري. د پاكستان پنجابي استعمار هغه څه چې ګاونډيانو سره كوي هغه پرخپل ځاى، خو پخپله په پاكستان كې هم د پښتنو، بلوچواو سندهيانو او د هند د ويش د غميزي پر مهال له هند څخه راغلي مهاجرو سره ډير ناروا اوناسم سلوك لري او يواځى پنجاب د نورو ټولو ولسونو په حقونو خيټه اچولى ده، د پاكستان په پوځي او ملكې بيروكراسى كې ډيره برخه د پنجابيانو ده او همدا لامل دي چې د پاكستان په بيلا بيلو برخو كې د پنجابي استعمار په وړاندى د خلكو مبارزي رواني دي په بلوچستان كې خو دې مبارزو د وسله والى جګړى بڼه غوره كړى تراوسه د پنجابي استعمارد پوځيانو دبريدونو له امله په سلهاوو بلوچ ځوانان ښځى او ماشومان وژل شويدي، په وزيرستان كې هم پنجابي استعمار د ترهګري پرضد د جګړي ترعنوان لاندي۸۰۰۰۰ پوځيان په قبايلي سيمو كې ځاى پرځاى كړيدي دا پوځيان ددى پرځاى چې د ترهګرو مخه ونيسي بى ګناه ملكي كسان وژني خو ترهګر اوس هم د پاكستان په پوځي كمپونو كې روزل كېږي او ملاتړ يي كېږي.پرپاكستان يو پوځي رژيم واكمني كوي او هغه څه چې د ولسواكې په نوم هلته سرته رسيږي يواځي نمايشي بڼه لري.د پاكستان د دوه سترو سياسي ګوندونو    مشران نواز شريف او بي نظير بوټو   د هيواد نه بهر اوسيدو ته اړ شوي او نشي كولاي د هيواد په سياسي فعاليتونو كې ونډه واخلي. د پاكستان اقتصادي حالت دهغي تر سياسي حالت لا خراب دۍ ، سره لدي چې د پاكستان لومړي وزير شوكت عزيز دعوي لري چې په پاكستان كې د يوتن اوسط عايد ۸۰۰ امريكايي ډالره دي، خو دا دعوي يوه دروغجنه  او غولونكى دعوا ده او د عامو خلكو د ژوند دكچي  پر لوړوالي دلالت نه كوي بلكې پاكستان كې ورځ په ورځ د شتنمو او نيستمنو ترمنځ واټن مخ پر پراخيدو  دي.دپاكستان پوليس اوس هم  په هغه نظام تكېه لري چې انګليسي استعمار د خپلو مستعمرو د كنترولو لپار ټاكلى وو، د پاكستان د پوليسو په ماموريتوكې تورن كسان وهل كېږي، ټكول كېږي او بډي ځنى اخستل كېږي. بډى، مالي فساد او نورى درغلى د پاكستان په ټول ادارو كې خپل لوړ پوړ ته رسيدلى او د يو عام سړي ژوند يي ډير سخت ستونزمن كړى، په تيره بيا د پاكستان قضايي نظام داسى دي چې يو غريب سړي ته تقريباً ناشوني ده چې د قضا له لاري وكولاي شي خپل حق لاس ته راوړي مګر دا چې بډي وركړي.خو ترټولو ستره ننګونه چې كېداى شي د يو مملكت په توګه د پاكستا شتون د ګواښ سره مخ كړي هغه پر پښتنو، بلوچو، سندهيانو او كشميريانو د پنجابيانو برلاسي ده، دكشميريانو، پښتنو،سندهيانو او بلوچانو ډير شمير سياسي ګوندونه د خپلواكې غوښتونكې دي اوپه دى لاره كې مبارزه كوى ، پاكستان كې ميشت ټول غير پنجابي اتنيكې ګروپونه د پنجابي استعمار نه ناخوښ دي، د پاكستان پوځي چارواكو او بيا په تيره آيي ايس آيي هم د ننه په پاكستان كې د محكومو ملتونو دآزادي غوښتونكو غورځنګو او هم د هند او افغانستان په وړاندي د بنستټ پالني او ترهګري نه تل د يوي سياسي وسلي په توګه كار اخستى او اوس دپاكستان دهمدي كړنلارو له امله بنسټ پالنه په پاكستان اود پاكستان په پوځي ادارو كې دومره پياوړى شوې چې اوس يى له منځه وړل تقريباً ناشوني دي اوس د ګاونډيانو په وړاندى د پاكستان ستراتيژي او بنسټ پالني سره داسي پيوند موندلي چې نشي كېداي يو بل نه جلا شي، تيره ورځ  مولانا فضل الرحمن په ډاګه وويل چې كه د طالبانو حكومت په افغانستان كې وى نو هيڅكله به د ډيورنډ د كرښى مسئله نه وى مطرح شوى، د طالبانو په وخت كې د افغانستان حكومت د پاكستان ملګري وو خو اوسني حكومت د هند ملګري دي. د مولانا فضل الرحمن څرګندونى يو ځل  بيا داخبره ثابتوي  چي ترهګري، بنسټ پالنه اوآيي ايس آيي د پنجابي استعمار بيلا بيل مخونه دي. نو اوس چې پاكستان او ترهګري او بنسټ پالنه يو مفهوم لري او بيا پاكستان اتومي وسله هم لري نو دا يقيناً د سيمي او نړي سولى ته يو ستر ګواښ دى او شايد د نړي سولي ته همدا ګواښ لامل شي نړي تصميم ونيسي چې پاكستان نور بايد د نړي له نقشي څخه لرى شي. ",پاكستان د غورځيدو په لور 2668,," د کابل دلويې جرګې په غيږدۍ کې نن د ١٧ هېوادو او ٨٠ شرکتونو کورنيو او بهرنيو صنايعو نړيوال نندارتون د افغان ولسمشر حامد کرزي د مشر وزير امين ارسلا له خوا رسما پرانيستل شو . نندارتون به دوه ورځې دوام ومومى . په دغه نندارتون کې رنګارنګ ډير شمير توکي نندارې ته ايښودل شوي دي . دې داډول نندارتونو جوړيدل به پانګه وال وهڅوى چې افغانستان کې خپله پانګه وکاروي . ",نړيوال نندارتون کابل کې پرانيستل شو 2669,," د امريکا ددفاع وزارت يو چارواکى چارلز استيمسون د دوشنبې په ورځ وويل : څه باندې سل تنه امريکايى عسکر په عراق او افغانستان کې له بنديانو سره د ناوړه او بد چلند په تور تر اوسه محکوم شوي . ده زياته کړه له تورنو کسانو څخه تحقيقات روان دي او د هغوى له جملې څخه ٨٩ تنه محکوم شوى او ١٩ تنه د بند په سزا ګرم بلل شوي . مګر د بشرى حقونو د سازمان يو چارواکى وايى د محکوميت دغه شميره ډيره ټيټه د. ",سل امريکايى عسکردبدچلندپه تور محکوم شوي 2670,," ", 2671,," ", 2672,," د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې د افغانستان ، پاکستان ،تاجکستان او قرغزستان د بريښنا د وزيرانو او چاراکو په ګډه ناسته کې د افغانستان د بريښناوز ارت مرستيال محمد جليل شمس د هغه پروژې ملاتړ وکړ چې له مخې به يې د تاجکستان او قرغزستان څخه د افغانستان له خاورې پاکستان ته ٤٠٠٠ ميګاواټ بريښنا مزى وغزول شي .مرستيال ومنله چې له منځنى او مرکزى اسيا څخه به په دې شرط د خپلې خاورې له لارې پاکستان ته د بريښنا د مزو د غزلو اجازه ورکړى، چې اسلام اباد ورته ترانزيتى(ماليه) پيسې ورکړي . دغه پروژه به دکابل له لارې بشپړه شي . په دغه ګډه ناسته کې د نړيوال ، اسيايى پرمختيايى او اسلامى بانک ، نړيوال وجهى صندوق او د امريکا د نړيوالى پرمختيايى ادارې استازو برخه اخيستې وه او خپل ملاتړ يې وښود . ",افغانستان-پاکستان ته دبريښنادغزيدوملاتړکوي 2673,," نن دهلمند د لشکرګاه ښار کې ناپيږانده وسله والو کسانو د ښځو د چارو رياست په موټر ډزې وکړى چې له امله يې ددغه ادارې يو کارکونکى وژل شوي دي .په پېښه کې د ټپيانو شمير نه دى څرګند. دا بريد په داسې مهال کې ترسره کيږي چې نن په دغه ښار کې د چټک غبرګون په موخه د ملى اردو ، پوليسو او بريتانوى ځواکونو په گډون يو ګډ فوځى مرکز پرانيستل شو . ",هلمند کې يو دولتى کارکونکى وواژل شو 2674,," تيرماښام ناوخته طالب جنګياليو دغزنى ولايت د ګيرو ولسوالۍ کې يو دولتى عسکر وژلى دى . وژل شوي عسکر په پکتيکا کې دنده درلوده . همداشان د اندړو ولسوالۍ د چارديوال سيمه کې بيا ٢ دولتى پوليس د سړک په غاړه د ماين د چاودنې په پېښه کې ټپيان شوي دي .ددغو پوليسو موټر د ګزمې په مهال له ماين سره لګيدلى دى . دغزنى ولايت د پوليسو مشر د دواړو پېښو پخلۍ کړى او د ټپيانو روغتيايى حالت يې د ډاډ وړ بللى دى . ",غزنى کې ١ دولتى عسکر مړاو ٢ تنه ټپيان شوي دي 2675,," د ملګرو ملتونو د سازمان د کډوالو ادارې نن په يوه بيانيه کې څرګنده کړې ، چې پاکستانى چارواکو په راولپنډى کې افغان کډوالو ته د مى د مياشتې تر پايه پورې وخت ورکړى دى ،چې افغانستان ته ستانه شي . چارواکو ټينګار کړى دى چې د نه ستنيدو په صورت کې به په پاکستان کې نورو پنډغاړو ته وليږدول شي .ددغه خبردارى لامل نه دى بيان شوى اودغه پريکړه وروسته له هغه کيږى چې د کډوالوادارې افغان کډوالو ته پيږند پاڼې ورکړي . دغه پيږند پاڼې اجازه ورکوي چې کډوال ٣ کاله پاکستان کې تير کړي . په راولپنډى کې ٧٣٣٥ افغان کډوال اوسيږي . ",راولپنډى کې افغان کډوالو ته د ستنيدوخبره شوې 2676,," د کورنيو چار وزارت د خپرونو دڅانګې يو چارواکى بينوا ته وويل : دوزارت منسوبينو په تيرو دوو اونيو کې د هېواد په يو شمير سيمو کې ٣٦٠٠کيلوګرام هيروئين ، چرس او نور نيشه يى توکى تر لاسه کړي دي . چارواکو د ٥ تنو قاچاقچيانو د نيولو خبره هم کړې ده . ", ٣٦٠٠ کيلوګرام نيشه يى توکى چارواکو ترلاسه کړي 2677,," افغان ولسمشر حامد کرزي نن د کابل سرينا هټل کې گڼ شمير بهرنيو او کورنيو پانګه والو ته وينا وکړه او له دوى څخه يې وغوښتل په افغانستان کې خپله پانګه وکاروي .کرزى څرګنده کړه د ګرځندوى، ساختمانى چارو، صنعت ،کرنى او نورو برخو کې د پانګې اچولو له پاره ښه مهال دى ، چې په کارولو سره يې په هېواد کې ثبات واکمن کيږي او دنړى او سيمې هېوادونه کولاى شي ترې نه گته پورته کړي . ده وويل پانګه کارول نه يوازې د افغانستان د اقتصادى ودې سبب ګرځى، بلکه په سيمه کې اقتصادى ښه والى راځي .کرزي دا خبرې په داسې مهال کې کولى چې په تيرو دريو ورځو کې د هرات ښار کې ډير شميرپانګه والو لاريون کړى وو او د دولتى چاروکو له کړنو يې سر ټکوو. دوى ويل څو ځايه ورڅخه ماليه اخيستل کيږى او چارواکى ورڅخه بډې اخلي . ",کرزي : په پانګې اچونې سره ثبات واکمن کيږي 2678,دميدان وردګوولايت فرهنګي څانګه," درنــو او پتمنوهېوادوالو، په ځانـــــګړي ډول په داخـل او بهرنۍ نړۍ كې دميدان وردګو ولايت شريــــــفوخلګو!  ډېر وياړ سره خوښي كوو. چې ددې ولايت دبيارغونې او يو كلن پرمختګ په اړه موداريانا تلوېزيون  په مټ هغه مستند فلم وكوت. چې په نيم ساعت كې ېې تاسو محترم ليدونكي په ميدان وردګوكې دبيا رغونې له يو كلن پيل شوي بهير څخه تر يوۀ حده خبر كړۍ. بايد ووايو چې دولايت رهبري تر دې وړاندې په دې توانېدلى وه، چې دخپلو وطنوالو او په ځانګړي ډول دميدان وردګوولايت  درنووګړيوته دبيارغونې  دچارو په اړه نيم ساعت فلم چې دولايتي مامورينو دهانداو هڅو په ترڅ كې چمتو شوۍ و.دملي تلوېزيون او افغان تلوېزيون له لارې نشر كړي.ښايي دواړه فلمونه به مختصر او نابشپړ وي.خو ممكن ځينو وروڼو چې دغه فلمونه ېې ليدلي وي. دهغوى په معلوماتو به ېې يو څه وراضافه كړي وي. مونږ هيله من يو،چې دټولودپاملرنې وړګرځېدلى وي!مونږ له څه باندې يو كال را دې خوا دميدان وردګوولايت هراړخيزه بيارغونه په ډېرو كمو امكاناتوپيل كړېده.او په دې لاركې دخپلومخلصو وطندوستو وروڼو نېكو وړانديزونواو نظرياتو ته سترګې په لار يو! په بهرنۍ نړۍ كې هغه وروڼه چې داريانا تلويزيون څخه ېې دميدان وردګوولايت په اړه كوم نشرشوى مستند فلم كتلى وي ، او يا دبيارغونې له چارو خبرېږي.زمونږ غوښتنه او وړانديز دادى، چې له مونږ سره دبيارغونې په دې اوږده او ستونزمنه لار كې همكاري وكړي.مونږبه په ورين تندي دهغووروڼو او خويندو په اصلاحي مشورو او وړانديزونو خوشحاله شو، چې دداسې نورومستندوفلمواو په ټوليزه توګه دولايت د بيارغونې  په اړه ېې له مونږ سره شريك كړي.ستاسې ټولوورڼو او خويندو دلازياتو همكاريو په هيله! په درناوي دميدان وردګوولايت فرهنګي څانګه ",دارياناتلويزيون ليدونكو نه غوښتنه 2679,," د ولسى جرګې په نننۍ ناسته کې استازو دافغانستان د سترې محکمې د مشر مولوى فضل هادى شينوارى او ٨ تنو غړو اسنادو په څيړلو پيل وکړ ،او له يو لړ بحثونو وروسته يې د ٦ تنو غړواسناد ومنل او د شينوارى په گډون يې د ٣ تنو غړو اسناد د لوړو زده کړو د سندونو د نه بشپړيدو له امله ونه منل . د ٦ تنو غړو اسناد د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت له لورى تائيد شوي دي . د ناستې په پاى کې د ولسى جرګې مشر وويل : ٦ تنه به ولسى جرګې ته راځى ، ويناوې به اوروى او بيا به د باور رايه ورکول کيږى . ",دمحکمې دمشرپه ګډون د٣تنوغړواسناد ونه منل شول 2680,," ", 2681,خليل الله سروري / کندهار,"      غونډه دسهار پر  ٩:٣٠ بجو دقيقو پيل سوه . په دې غونډه کښي دکابل ، هلمند ، غزني ،پکتيا ، ميدان ،زابل ولايتونو څخه ليکوالو او شاعرانو او د دوي تر څنګ د کندهار ښار مخورو،فرهنګيانو  فرهنګپالو، دکندهار پوهنتون محصليونو  او دښوونځيو زده کوونکو  ګډون کړى وو. خليل الله سروري / کندهار   يکشنبه د ١٣٨٥ لمريز کال د غوايي د مياشتي ١٧ چي د روان ميلادي کال دمى دمياشتي د ٧ نيټې سره سمون لري په کندهار کښي دکندهار د اطلاعات ،کلتور او ګرځندوي رياست له خوا د انارګل دوديزه مشاعره دکندهار په منډيګک ماڼۍ کښي جوړه سوه.      غونډه دسهار پر  ٩:٣٠ بجو دقيقو پيل سوه . په دې غونډه کښي دکابل ، هلمند ، غزني ،پکتيا ، ميدان ،زابل ولايتونو څخه ليکوالو او شاعرانو او د دوي تر څنګ د کندهار ښار مخورو،فرهنګيانو  فرهنګپالو، دکندهار پوهنتون محصليونو  او دښوونځيو زده کوونکو  ګډون کړى وو.      غونډه د قرآن کريم دڅو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل سوه ، وروسته دکندهار ولايت د اطلاعات ،کلتور او ګرځندوى رياست رئيس ښاغلي عبدالمجيد بابي پرانستونکې وينا واورل او ميلمنو ته يې ښه راغلى ووايه ورپسي دهېواد د جمهور رئيس ښاغلي حامد کرزى پيغام دکندهار والي ښاغلي اسدالله خالد له خوا وويل سو وروسته په وار سره دپکتيا ،هلمند ، غزني ،زابل ولايتونو د واليانو ، دکندهار د اطلاعات کلتور رياست ، علامه رشاد اکاډيمي ، دکندهار پوهنتون ، دکندهار دښووني او روزني رياست ، داحمدشاه بابا علمي او کلتوري مرکزاو نورو کلتوري ټولنو پيغامونه واورول سوه. دغونډي دوهمه برخه چي مشاعرې او مقالو ته ځانګړې سوې وه ، په پيل کښي دزرغونې انا دلېسې د ترانې دګروپ له خوا يو ترانه وويل سوه ورپسې ډاکټر عبدالرازق پالوال ، ډاکټر طارق رشاد ، عبدالقديم پتيال ، محمد ابراهيم خاني خېل ،نجيب الله معنوي او نورو ليکوالو خپلې مقالې واورولې ، وروسته د مشاعره لومړۍبرخه پيل سوه چي دانارګل په اړه شاعرانو خپل شعرونه واورل  دغرمي د ډوډۍ  او لمانځه  د ادايني له پاره په غونډه کي وقفه راغله . د ډوډۍ خوړلو او لمانځه د ادايني وروسته  د غونډي دريمه برخه پيل سوه چي موسقي او تمثيلي پارچو ته ځانګړې سوې وه ، دکندهار د راډيو تلويزيون دموسقي ګروپ غونډه نوره هم زړه پوري کړه وروسته دکندهار نندارى له خوا يوه تمثيلي پارچه وړاندي سوه ، ورپسې مشاعره بيا پيل سوه او دماښام تر ٧:٣٠ پوري يې دوام وکړ او ديوې دوعايې په ويلو سره پاى ته ورسيده. ددې غونډي انځورونه به څو ساعته وروسته پر ليکه سي ",په کندهار کښي د انارګل دوديزه مشاعره جوړه سوه 2682,," نصير ستوری - جرمني نن د سې شنبې په ورځ د 2006 کال د مۍ د میاشتې په نهمه نېټه د پښتنو ستر مشر او پښتون سیا ستوال ښاغلی اسفندیار ولي خان د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند سره د خبرو اترو له پاره جرمني ته راورسید. دده هر کلي ته د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند لومړی مرستیال تاریخ پوه ښاغلی علي خان محسود، دوهم مرستیال ښاغلی محمد شیرین ګردیوال، جنرال سکرتر ښاغلی هدایت الله بنګښ، د خپرونو چارو مشر ښاغلی عزیز سرشار، د مشرتابه د دفتر مرستیال ښاغلی حاجي نصیر ستوری او ښاغلی پوهاند ډاکتر سرزمین کیمور، ښاغلی سید امین اشنا، او د پښتونخوا خبریال ښاغلی نسیم خان ستوری ورغلي وو. ښاغلی اسفند یار ولی خان به 12.05.2006 د جمعې په ورځ د مازیګر په شپږ نیمو بجو د المان د لیورکوزن په ښار کې دده په ویاړ جوړې شوې غونډې کې ګډون کوي. ټولو پـښتـنو/افغانانو ته پدغه غونډه کې د ګډون بلنه ده. د غونډي دتالار پته او مالومات ترلاسه کولو ته دا ځای کښېکاږﺉ", ښاغلی اسفند یار ولي خان جرمني ته راورسید 2683,," د هلمند دولتى چارواکى وايى٣ تنه مخالف جنګيالى يې د سنګين ولسوالۍ دکندههار اډه کې هغه مهال وژلى ، چې ددولتى ځواکونو يوه ډله يې په کمين کې راګير کړې وه . د ولايت وياند محى الدين بينوا ته وويل ، وسله والو بريد کونکو دوه تنه مړى له ځان سره وړى او يو وژل شوى پلوى يې د جګړې په ځاى کې پريښى دى . محى الدين زياته کړه ،دغه بريد پرون ماښام په دولتى ځواکونو شوى چې د مقاومت له امله يې مخالف جنګياليو ته مرګ او ژوبله اوښتې . د ده په وينا دولتى ځواکونه له دې جګړې روغ رمټ راوتى دى .د طالب جنګياليو يو وياند قارى يوسف بيا د ٩ دولتى پوليسو د وژل کيدو او ټپى کيدو ادعا کړې ده . ځايى اوسيدونکى د جګړې پخلۍ کوي . ",٣ مخالف جنګيالى هلمند کې وژل شوي دي . 2684,," د کاناډا د بهرنيو چارو وزير پيتر مکى په يو ناڅاپى سفر پرون کندهار ته رسيدلى دى او هلته يې د خپل هېواد د فوځيانو له مرکز څخه ليدنه کړې ده . کاناډا اوس مها ٢٣٠٠ فوځيان د افغانستان جنوب کې لري . ټاکل شوې ده نوموړى نن کابل ته راشى او له افغان ولسمشر حامد کرزي او له خپل سيال ډاکتر سپنتا سره وګوري . ده کندهار کې د څرګندونوپه ترځ کې له افغانستان سره د خپل هېواد دمرستو په اړوند د ژمنو ډاډ څرګند کړاو زياته يې کړه موږ غواړو افغانستان کې خپله دنده بشپړه کړو . ",د کاناډا د بهرنيو چارو وزير افغانستان ته راغلى 2685,," د ننګرهار دهسکې مينې ولسوالۍ په ځنګلونو کې اورلګيدنه يو بيړنى حل غواړى او ددغه ولايت چارواکى دا وس نه لري چې د مرکز له مرستې پرته دا اور چوپ کړي . په ننګرهار کې چارواکى وايي سيمې ته يې عملياتى ډلې استولې مګر دوى داسې امکانات او وسايل په و اک کې نه لري چې په يوازې سر دې د اور دپراخيدو مخه ونيسي .د ننګرها د پوليسو مشر سالنګى بينوا ته وويل ، موږ مرکز په هرڅه خبر کړى دى او دغه اورلګيدنې څه باندې يونيم کيلومتر ځمکه پوښلې ده ، چې د نه مخنيوى په صورت کې به ډيرې ز يانمنې پايلې ولري. دغه اورلګيدنه دوه ورځې وړاندې رامينځ ته شوې، چې لامل يې لا هم نه دى مالوم .مګرځايى اوسيدونکى ادعا کوي چې اور يې چوپ کړى دى . ",د سپين غره په ځنګلونوکې داورلمن په پراخيدوده 2686,," د پکتيا په ختيځ دکړکين سيمه کې د ماين د چاودنې له امله د دغه ولايت د پوليسو مشر جنرال سليمانخيل د موټر په ګډون دوه موټر زيانمن شوي دي . چارواکى وايى چاته په کې مرګ ا وژوبله نه ده رسيدلې . سليمانخيل بينوا ته وويل پېښه پرون مازديګر د لارې په اږدو کې رامينځ ته شوې او يوازې دوه عرداې موټر زيانمن شوي دي. د دغه چاودنې پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخيستې . ",د پکتيا د پوليسو پر موټر د ماين چاودنه شوې . 2687,," دهغه نيښتې په ترځ کې چې پرون د سرپل د خواجه ارچق په سيمه کې ددولتى پوليسو او سيمه ايزو دهقانانو ترمينځ وشوه ٢ تنه بزګران وژل شوي او ٩ تنه پوليس ټپيان شوي دي . جګړه هغه مهال پيل شوې چې پوليسو غوښتل دغه سيمه کې د کوکنار کر له مينځه يوسي . سيمې ته يو پلاوى رسيدلى تر څو ومومى چې د مرګ او ژوبلې ګرم لورى کوم دى . پوليس ادعا کوي چې دهقانانو پر ډزې کړى او بزګران وايى چې دولتى پوليسو پرې ډزې او وارونه کړي دي .د سرپل د پوليسو مشر جنرال فهيمى بينوا سره په دې اړوند خواښينې ښودلې او د ٣ تنو پوليسو روغتياى حالت يې د اندېښنې وړ وباله . سرپل کې د کوکنارو کر ډير دى، يوازې ١٠ زره جريبه ځمکه تر اوسه پاکه شوې ده . ",سرپل کې دوه بزګران مړه او ٩ تنه پوليس ټپيان شوي 2688,," طالب جنګياليو ادعا کړې چې د غزنى د قره باغ ولسوالۍ د عسکر کوټ سيمه کې يې د يو وسله وال بريد په ترځ کې تيره شپه د يوې امنيتى پوستې ٤ تنه دولتى پوليس وژلى او ٢ تنه نور يې ژوندى له ځانو سره وړى دى.طالب وياند قارى يوسف خبرى رسنيو ته ويلى چې يو اندازه وسله يې هم پلويانو لاس ته راوړې ده . د غزنى والى شيرعلم بينوا سره په دې هکله بې خبرى وښوده او زياته يې کړه چې په دې اړوند د ولايت مقام ته رپوټ نه دى رسيدلى. ",غزنى کې ٤ تنه پوليس وژل شوي 2689,," د اندونيز يا ولسمشر سوسليو دامبانګ په جاګارتا کې د ايران له ولسمشر محمود احمدى نژاد سره له کتنې وروسته يوې خبرې ناستې ته وويل چې هېواد به يې د ايران د اتمى کړکيچ په هلکه منحګړيتوب وکړي او ددغو هڅو د ګډون په موخه به نورو هېوادونو ته هم بلنه ورکړي ترڅو دغه کړکيچ په سوله ايز ډول اوار شي .د اندونيزيا مشر د ايران هسته يى تګ لاره سوله ايزه وبلله او زياته يې کړه دغه کړکيچ کيداى شي د ديپلوماتيکى لارې اوار شي. د ايران مشر بيا غرب په دروغ ويلو ترن کړ او زياته يې کړه ځواکمن هېوادونه هڅه کوى د ودې په حال کې هېوادونه د علمى او فنى پرمختګونو څخه لرې وساتي .ايران او اندونيزيا دواړو کې ښې اړيکې لري او د٣٢٠ ميليونو ډالر وپه ارزش کال کې د سوداګرى راکړې ورکړې لري .ټاکل شوې ده احمدى نژاد وروسته د بالى جزيرې ته لاړ شي او د (ډى ٨ ) هېوادونو د مشرانو په ناسته کې برخه واخلى . د بالى په ناسته کې به د دغو هېوادونو مشرتوب له ايران څخه اندنيزيا ته وليږدول شي . د ( ډى ٨) سازمان يا ډله کې ترکيه، پاکستان ، ايران ، ماليزيا ، بنګلديش ، اندنيزيا ، نايجريا او مصر غړيتوب لري چې په کال ١٩٩٧ کې جوړ شوي دي . ",د ايران په اتمى کړکيچ کې داندونيز يا منځګړيتوب 2690,," دافغان دولت مخالفو جنګياليو تيره شپه د فراه ولايت د( فرارود) سيمه کې د لارې پر امنيتى ساتونکو وسله وال بريد کړى دى . دفراه دپوليسومشر نن غرمه بينوا سره د بريد خبره منلې او وايې يوازې يو ساتونکى په دغه بريد کې ټپى شوي دي . د طالب جنګياليو يو وياند بيا په دغه بريد کې د ٦ تنو د وژل کيدو او د ٣ موټرو دله منځه تلو ادعا کوي . د داډل بريدونو د مرګ ،ژوبلې او اوښتې زيان د خبر و سپيناوى اوس مهال ډير ستونزمن شوى او دواړه لوري خبرى رسنيو ته متفاوتې ويناوې کوي . ",فراه کې د لارې په يوه ساتونکې ډله بريد شوى دى 2691,," پاکستانى پوليسود چهارشنبې په ورځ د سرحدى ايالت د پيښور ښار د افغان کډالو د کچه ګړى پنډ غالى کلابند کړى دى . دافغان ولس د جهاد دوخت دغه پنډ غالى کې ٧٠ زره افغانان لا هم ژوند کوي او پوليسو ته لارښونه شوې ترڅو هغه افغانان چې په ناقانونه توګه له دغه پنډغالى د ښار نورو سيمو ته ځي ،ونيسي .چارواکو ګواښ کړى چې د پنډ غالى د نه تشيدو په صورت کې به په څو ر اتلونکو ورځو کې په دغه پند غالى بريښنا بنده کړي . چارواکو د جلوزو د پنډغالىد تړل کيدو ټکل هم کړي دي . د کډوالې د ادارې د شميرنې له مخې په تيرو ٣ کلونو کې له ٤ ميليونو او ٣٠٠ زرو افغان کډوالو څخه ٢ ميليون او ٣٠٠ زره تنه افغانستان ته ستانه شوي او يو ميليون ٨٦٢ زره افغان کډوال لاهم په سرحدى ايالت کې د محاجرت ژوند کوي .له دې وړاندې پاکستانى چارواکود کچه ګړى کډوالو ته ويلى وو ، چې پنډ غالى پريږدي .دغه مهلت نن پاى ته رسيدلى دى. ",پوليسودپېښوردکچه ګړى پنډ غالى کلابند کړى 2692,," نن د لوګر ولايت د څرخ ولسوالى په سيمه کې د يو پلچک د لاندې د ماين چاودنه شوې ، چې هيڅ ډول مرګ او ژوبله يې نه لرله .د لوګر ولايت د پوليسو مشر بينوا ته وويل دا کار دافغانستان د دښمنانو دى . ده وويل ماين هغه مهال وچاوديد چې د ولسى وګړو د سپرلى يو موټر له پلچک څخه د تيريدو په حال کې وو .په چاودنه کې د ده په وينا سپرليو ته زيان نه دى رسيدلى. ",لوګر ولايت کې دماين چاودنه شوې 2693,سمیع الدین افغانی," دا مو د خاپوړو  کلی  کور  دیدا مو  د نیکو د توری زور دیورک به شی غلیم چه مخ ئې تور دیسر به  تری قر بان  کړم د بدن سرهمینه موږ لرو  د خپل  وطن  سرهدا وطن په موږ باندی ډیر ګران دیلوړ  چه  په هوا  کی  ئې بازان ګرځیهلته په ځنګلو کی يې  زمر یان ګرځیجوړ  په  سر درو کی  ئې طوطیان ګرځیمستی بلبلان د باغ او  بڼ سرهمینه موږ لرو د خپلوطن  سرهدا وطن په موږ باندی ډیر ګران دیدا وطن خو شحال غوندی بچیان لریدلته کی  نازو  انا لمسیان  لریلوی احمد شاه ستر نوم په جهان لریسا تو به  ئی شاړي  د چمن سرهمینه  موږ لرو  د خپل وطن سرهدا وطن په موږ باندی ډی ګران دیوګوری هرات دی  که لغما نیا که ننګر هار دی که جوز جانپورته  قطغن  که  بد خشانغرونه  ئی ښه ښکا ری دمعدن سرهمینه  موږ  لرو د خپل  وطن  سرهدا وطن په موږ باندی دیر ګران دیوای  هریرود  اوبه خوږی لریسیند دارغنداب جګي څپې لریګوره  د کنړ سیند څه نخرې لریجوړي ترې ویالې دي دسر بند سرهمینه موږ  لرو  دخپل وطن سرهداوطن په موږ باندی ډیر ګران دیدا وطن زموږه  افتخار  دیدې کی مو عزمت د نیکه پلار دیدا  د افغانی کلتور  یاد  ګار دیلاس په ګریوان  ګرزو له دشمن سرهمینه موږ  لرو دخپل وطن  سرهدا وطن په موږ باندی ډی ګران دی",ګرا ن و طن 2694,," پرون ماښام د هلمند په سنګين ولسوالي كي د دولتي ځواكونو او طالبانو ترمنځ جګړه سوې ده، د هلمند د والي وياند حاجي محي الدين وايي چي يو شمېر طالبان له مخكي په كمين كي ناست وه چي دولتي پوليس پكښي ښكېل سوه او ترمنځ يې نښته رامنځته سوه، نوموړى وايي د جګړې په ترڅ كي درې طالبان ووژل سوه، چي يو مړى يې په سيمه كي پاته و او دوه نور يې له ځان سره وړي دي، د والي وياند زياته كړه چي په دې جګړه كي دوه كلاشينكوفونه هم دوى ته په لاس ورغلي دي. بل لوري ته طالبانو دعوه كړې ده چي د همدغي ولسوالۍ د كندهار اډې په سيمه كي يې د دولتي پوليسو موټر په راكټي بريد كي له منځه وړى دى چي نهه تنه پوليس يې وژلي دي، خو دولتي چارواكي د طالبانو دا ادعاوي ردوي. ",په سنګين كي د دولت او مخالفينو ترمنځ جګړه سوې 2695,," د طالبانو وياند ادعا كړې ده چي وړمه ورځ يې  د باغران ولسوالي له دولت څخه نيولې ده، خو د هلمند دولتي چارواكو په دې اړه د نظر له څرګندولو څخه ډډه وكړه. ",طالبان وايي چي د باغران ولسوالي يې نيولې ده 2696,," كندهار: د جامع عمر (اوسنۍ كندهار جامع) ملا امام پرون ماښام  د نامعلومو وسله والو كسانو له خوا تر بريد لاندي راغئ، د كندهار د علماوو د شورا رئيس مولوي غلام محمد غريب وايي مولوي شمس الحق خپل كور ته روان و چي  دوو موټر سيكل سپرو له خوا ډزي ورباندي وسوې، نوموړى اوس د كوما په حال كي دى او ډاكټرانو يې حالت د اندېښنې وړ ښوولى دى. ",د جامع عمر پر ملا امام ډزي وسوې 2697,," كندهار: د كندهار الخدمت الهاجري كلينيك په دې وروستيو كي د كوريا هيواد په مرسته د څوارلسو لكه افغانيو په لګښت ورغول سو چي ورسره سم يې نوم هم په هيله كلينيك واوښت.  د KWF  موسسې كوريايي مشر وايي چي دې كلينيك ته يې د شپږلكه امريكايي ډالرو په لګښت  CIG، فيوزوترافي، التراساونډ، د غاښو جوړولو او نور طبي سامانونه راوړي دي. دا په داسي حال كي ده چي نن په كندهار كي د PRT  يا ولايتي بيا رغوني له خوا د عامي روغتيا رياست سره د نوي زرو ډالرو په بيه د څلور عرادې امبولانسونو مرسته وسوه. د كندهار د عامي روغتيا رئيس ډاكټر عبدالقيوم پخلا وايي چي په دې امبولانسونو سره به دوى  د ښار د مركزي (ميرويس روغتون) او ځينو ولسواليو ترمنځ پر خپل وخت رسيدګي وكړاى سي. ",الخدمت كلينيك له سره ورغول سو 2698,رحيم ګل څاروان_دوحه_قطر,"   ته له ټولو او له هر څه نه خوږه غوندې يې ته محبوبه ته دزړه سر ته يارانه غوندې يې ته مې په زړه لكه باران لكه ګلۍ وريږې ته دمينې دموسم سحر وږمه غوندې يې ",خوږه غوندې يې 2699,رحيم ګل څاروان_دوحه_قطر,"   دعراق ولسمشر جلال طالباني په خپرې كړې خبرپاڼه كې ويلي چې تيره مياشت په عراق كې زرو زيات عراقيان وژل شوي نوموړي دا وژنې خپلمنځي جنګونو ته ورته بللي. ",جلال طالباني: تيره مياشت له زرو زيات عراقيان وژل شوي 2700,رحيم ګل څاروان_دوحه_قطر,"   عراق ته دامريكې سفير زلمي خليل زاد نن الجزيرې تلويزيون ته وويلې چې دافغانستان او دعراق دسياسي او امنيتي وضعې ترمنځ خورا توپير شته نوموړي دافغانستان حكومت او ښاغلی كرزی قوي وباله او دعراق مشران يې دحكومت په چلولو كې پاتې ووبلل. ",زلمی خليل زاد: دعراق او افغانستان ترمنځ ژور توپير شته. 2701,," د افغانستان ددفاع وزارت وياند نن يوې خبرې ناستې ته وويل کنړ کې د (غرنى زمرى) په گدو فوځوى عملياتو کې پراخه ساحه له مخالفو جنګيالي پاکه شوې ، او اوس هم عمليات هلته روان دى . ده وويل ددغو عملياتو په بهير کې ١١ تنه مخالف جنګيالى وژل شوي او ٧ تنه نور ژوندى نيول شوي دي. د وياند په وينا د عملياتو په ترځ کې د ملى اردو ٣ تنه فوځيان او يو ترجمان وژل شوي او ٤ تنه نور ټپيان شوي دي . ده وويل دا لومړنى فوځى عمليات دى چې په ګډه سره د ايتلافى ځواکونو سره تر سره کيږي ده د کړنګل د درې د نيولو خبره هم وکړه او زياته يې کړه په سيمه کې عمليات روان دي . ",کنړ کې ١١ مخالف جنګيالى وژل شوي دي 2702,," د امريکايانو په هوايى بريد کې چې تيره دوشنبه د پکتيکا د برمل سرحدى ولسوالۍ ، پاکستان پولې ته نږدې ترسره شو ٦ تنه بهرنى اورپکې وژل شوې او د وسلو او مهاموتو يو زيرمتون له مينځه تللى دى . د پکتيکا والى خپلواک بينوا سره ددغو بهرنيانو د وژلو پخلۍ وکړ او وايى وژل شوى اورپکې چيچنايان ، پاکستانيان او نور بهرنيان دي . له دې وړاندې امريکايي ځواکونو د ٤ تنو مخالف جنګياليو ادعا کړې وه . دوى همغه مهال ويلى وو، يو تن يې ژوندى نيولى دى . ",٦بهرنى اورپکې وروستي هوايى بريد کې وژل شوې 2703,," طالب جنګياليو د خپلې واکمنۍ له نسکوريد وروسته يو ځل بيا د ارزګا ن د ګيزاب ولسوالۍ کې ددغه ولايت په يو اوسيدنکې د قصاص شرعى حکم تطبيق کړى دى .طالب جنګياليو د وژل شوى فتځ خان د ورثې د دعواله مخې په قاتل (پاچاخان ) چې ددوى په وينا په جرم يې اعتراف کړىوو، نن د ګيزاب ولسوالۍ کې دقصاص حکم تطبيق کړى دى . ",طالبانويو تن قاتل قصاص کړى دى . 2704,," د بريتانيا د عدليې وزير (لارد ګلداسميت) د چهارشنبې په ورځ په خپله وينا کې ويلى ګوانتامو د بې عدالتى په بڼه بدل شوى او شتون يې د نه منلو دى . ده وويل د دې وخت رارسيدلى دى ، چې وتړل شي . اوس مهال د ګوانتانامو جيل کې شاوخوا ٤٩٠ تنه بنديان دي . ",بريتانيا د ګوانتانامو تړل غواړي . 2705,غلام جيلاني ځواك," غلام جيلاني ځواك  په افغانستان كې د هندي انجنير د وژني پيښى و ښوده چې پاكستان اوس عملاً د افغانستان پرضد په يوه نا اعلان شوى جګړى بوخت دى، اوس خبره دا نده چې ګواكى پاكستان يواځى ترهګرو سره مرسته كوي اوهغوى ته مالي اوسياسي ملاتړ برابروي، بلكې د پاكستان آيى ايس آيى او نړيواله ترهګري لاس په لاس د افغانستان پرضد په يوى نا اعلان شوي خو منظمى اوبې رحمانه جګړي اخته دي. سره لدى چى افغانان او نړيواله ټولنه لا دمخه په دي پوهيدله چې پاكستان افغانستان سره كومه لوبه راوانه كړى خو هغه راپور چى طلوع تلويزيون او بيا وروسته نورو ملي او نړيوالو رسينو خپور كړ په ډاګه كوى چې په افغانستان كې دترهګرى او ورانكارى عمليات نيغ په نيغه په اسلام آباد كې پلان كېږي او د پاكستاني او نړيوال ترهګرو او ياهم د يو څو تنو خرڅ شويو او غوليدلو افغانانو په لاس پلي كېږي. مولوى محمد عالم اندړ يو له هغه كسانو دى چې د پاكستان په لاسونو كې لوبيږي، اندړ د شپيتو تنو ترهګرو قومنداني په لاس كې لري چې په دوى كې ۲۵ تنه پاكستانيان او چېچينيان دي، ددى ډلي د ترهګريزه فعاليتونو مركز د زابل ولايت دي، د طلوع تلويزيون د خبريال له مخى د هندى انجينر سر د ملا عتيق لخوا چې د مولوى محمد عالم ترقومندي لاندى كا ركوي، پريكړل شو، راپور وايي څرنګه چې پاكستاني ترهګرو هندي انجنير ونيوه، پاكستاني استخباراتي مقاماتو ته يي اطلاع وركړه، چې دپاكستان استخباراتي مقاماتوهم بې له درنګه د هندي انجنير د وژلو امر وركړ، ويل كېږي چې د طالبانو د نظامي چارو مسئول امير خان حقاني د هندي انجنير د وژلو سره مخالف وو او خپل يو قومندان ملا شفيق ته يي امر وركړ چې هندي انجنير د سرخوګان سيمي ته وليږدوي خو ترهغي دمخه د ملا عبدالطيف په امر هندى انجنير وژل شوى وو. د افغانستان د ولسمشر وياند كريم رحيمي په دى اړه وويل مونږ په دي هكله پلټنى پيل كړي.څرنګه چې دا خبره زموږ د ملي امنيت پوري تړاو لري نو زموږ د كلكې انديښني لامل شوي ، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم ورته څرګندونى كړي او د پاكستان دا عمل يى د سختي انديښنى وړ بللي. دا دويم هندي انجنير دي چې افغانستان كې وژل كېږي سر له دي چې د دريو لسيزو راپديخوا پاكستان پر يوه نه يوه توګه افغانستان سره د جګړي په حال كې دي او خپل ټول وس نه كار اخلي چې د افغانستان د كمزوري كولو او كمزوري ساتلو پاليسى ته ادامه وركړي خو له كله نه چې د امريكا او هند ترمنځ د اتومي همكاريو تړون لاسليك شوى او د هند او افغانستان اړيكو نوره هم پراختيا موندلى پاكستان خپلي هڅي چټكى كړي تر څو په افغانستان كې د هند د حضور مخه ونيسي او له همدى امله طالبانو يا په بل عبارت د پاكستان آيى ايس آيى ګواښ كړي ټولي هغه هندي كمپني چې په افغانستان كې د افغانستان د بيا ودانولو په چارو بوختى دي، افغانستان دي پريږدي كه نه نو پايلي به يي همداسي وي لكه د وژل شوي هندي انجنير. كله چې افغانستان د مجاهدينو د واكمني په مهال د كورنۍ جګړو له امله د طالبانو لاس ته ولويد نو پاكستان دا فكر كاوه چې ښايي د ډيورنډ د كرښي له شخړي نه يي ځان د تل لپاره وژغوره ، سره له دي چې افغانستان د طالبانو په وخت كې په ښكاره يو آزادي مملكت وو خو په حقيقت كې د پاكستان د پنځم ايالت حيثيت يي درلود خو د سپتمبر د ۱۱ مي نيټي پيښي د پاكستان دا خوبونه له منځه يوړل او د نړيوال فشار له امله دى ته اړ شو چې د ترهګرۍ په وړاندي په جګړه كې د نړيوال ايتلاف سره ودريږي خو په حقيقت كې پاكستان د دوه مخي اومنافقانه پاليسى پرخپلولو بيا هم د افغانستان په وړاندي خپلي جګړي ته ادامه وركړه او دا جګړه اوس هم روانه ده. پاكستان په افغانستان كې د هند حضور خپل ځانته د يو ګواښ په توګه بيانوي، د يادوني وړ ده چې جلال آباد، قندهار، خوست او پخپله كابل كې يو د پام وړ شمير هندوان او سكان ژوند كوي دوي د خپلو مذهبي مراسمو او همدارنګه د سوداګرى لپاره هند ته تګ را تګ لري نو په كابل او كندهار كې د هند د كونسلګرۍ شتون يو ضروري عمل ګڼل كېږي، پاكستان په قندهار او جلال آباد كې د هند د كونسلګريو د شتون په پلمه د افغانستان او هند پر ضد په يوه پراخ تبليغاتي كمپاين لاس پورى كړي چې ګواګي جلال آباد او قندهار كې د هند قونسلګرى د پاكستان په امنيتي پيښو كې لاس لري. پاكستان دا پوچه او بي مانا پروپاګنده د دي له پاره كوي چې هم په يوه توګه د افغانستان دي تورونو ته ځواب ووايي چې پاكستان له ترهګرى ملاتړ كوي او د بلي خوا غواړي هند ته په افغانستان كې ستونزي را ولاړي كړي. په همدى خاطر په تيرو څو اونيو كى د افغانستان په وړاندي د پاكستان استخباراتي پوځي او تبليغاتي يرغل ډير ګړندي شوي ، پاكستان اوس د طالبانو او نورو ترهګرو په خوا كي پخپله په افغانستان كې د ورانكاريو عمليات ترسره كوي چې د هندي انجينر وژنه يي غوره بيلګه ده. د پاكستان د همدى تبليغاتي كمپاين په لړ كي څه موده ده مخه د (آي ايس آي) پخواني مشر جنرال حميد ګل د پښتونخوا د ايالت ستر وزير اكرام دراني د طالبانو په ملاتړ څرګندوني كړي وى، جنرا ل حميد ګل خو لا وړاند وينه كړي وه چى افغانستان كى د طالبانو واكمنى راتلونكي ده، څه ورځي د مخه مولانا فضل الرحمان چې په افغانستان كې د طالبانو د پروژي پلي كولو كې له آيى ايس آيى سره د پام وړ همكاري درلوده د طالبانو په هكله پخپلو څرګندونو كې وويل چې كه اوس طالبان واۍ نو هيڅكله به د ډيورنډ د كرښي مسله نه واي مطرح شوي. همدارنګه د خيبر تلويزيون سره په يوه مركه كې د پاكستان د جمعيت اسلامي ګوند يو غړي مولوي عطاالرحمن په افغانستان كې د امريكا پر ضد جګړه جهاد وبلله او وويل چې اسامه او طالبان چې څه كوي هغه جهاد دي، يانى پاكستان غواړي د خپل تبليغاتي ماشين په مرسته په افغانستان كې د ورانكاريو عملياتو ته يو رنګ مذهبي مشروعيت وبښى او د جهاد په توګه يى معرفي كړي. پاكستان اوس په ډاګه له ترهګرو څخه ملاتړ كوي او د افغانستان په وړاندي يى يوه هر اړخيزه جګړه پيل كړى، د افغانستان حكومت چې تر اوسه پاكستان سره د سولى ورو ګلوي او ښه ګاونډيتوب كومي هڅي كړي هيڅ نتيجه يي ورنكړه ،افغانستان بايد لدي وروسته د پاكستان د څپيړى ځواب په سوك وركړي ،اوس په دي كې هيڅ كوم شك نشته چې پاكستان ترهګر روزي بلكې پخپله آي ايس آي افغانستان او هند كې ترهګريزه عمليات ترسره كوي نو افغانستان ،هند او نوره نړى بايد پاكستان د يو ترهګر هيواد په توګه اعلان كړي او پاكستان سره هم همداس چلند وشي لكه څرنګه چې ترهګرو سره كېږي. ",د افغانستان پرضددپاكستان نا اعلان شوى جګړه 2706,نذيراحمد سهار,"  نذيراحمد سهار  په دې وروستيو كې د وكيلانو د ځانګړو،ګوندي،سياسي او... سليقو او انتخابونو له امله په ولسي جرګه كې د بې باورۍ فضا واكمنه شوېده. د بې باورۍ او ځانګړو سليقو دپالنې او تبليغ پروسه د ولسي جرګې له رييس ټاكنې رانيولې د وزيرانو تر باور رايو پورې په پرله غښتې بڼه پرمخ يووړل شوه. د وړانديز شويو وزيرانو تاييد او ترديد،يا د باور رايې په اړه تر رسمي ناستې مخكې د وكيلانو ځانګړې ناستې اوپه هوټلونو كې د مېلمستياوو جوړول ددغو بې باوريو تر ټولو جوتې بېلګې دي.  د اساسي قانون د ۱۰۶مې مادې د تفسير او تعبير پر سر د وكيلانو اړخنيوى د بې باوريو اوج و، دغه اوج د خلكو هغه هيلې او ارمانونه تر سيوري لاندې راوستل،چې د خپلو وكيلانو له لارې يې پر چارواكو د عملي كولو تمه درلوده. پر ځانګړو موخو د وكيلانو وېش په ولسي جرګه كې د قومي او ژبنيو تمايلاتو تر ټولو بد او تت تصوير وو. د دريو پښتنو وزيرانو په وړاندې د غير پښتنو او يوې ځانګړې كړۍ د وكيلانو منفي دريځ او د ۱۰۶مې مادې ټينګاري تعبير او تفسير د پښتنو وكيلانو ترمنځ هم د ملت پالنې روحيه راوپاروله. د اړخونو دغې روحيې او پارېدنې دومره اوج واخست،چې خبره لفظي – فزيكي جګړې ته ورسېده.  د وكيلانو ترمنځ د بېلابېلومسايلو پرسر ستونزې ټوكېدل او دوه اړخيز او درې اړخيز وېش څو لاملونه لري:  ګوندي تمايلات:  د ولسي جرګې او مشرانو جرګې يا په ټوليز ډول د ملي شورا په تركيب كې د هرې ډلې استازي ځايول شويدي. دغه استازي د خپلو اړوندو ګوندونو په سياسي،مالي ،جغرافيايي او بشري ملاتړ پارلمان ته راغلي دي. په پارلمان كې د اړوند ګوند د پاليسيو،ګټو او موخو پلي كول يوه جبري غوښتنه ده، چې ګوند او د ګوند تعهدات يې ترې غواړي. ډېر داسې وكيلان هم شته،چې د متنفذو ټوپكواكانو يا د نشه يي توكيو د مافيايي ډلو په مرسته او نفوذ يې د پارلمان څوكۍ ته لاره كړېده.حتما هر وكيل به د خپلې ډلې او ګوند ګټې په پام كې نيسي، كله،چې بېلابېل ګوندونه په بېلابېلو موخو،عقايدو او الواكونو د مسايلو په پرېكړو كې برخه اخلي، د نظرونو او پرېكړو ترمنځ به خامخا ټكر راځي.  قومي او ژبني تمايلات:  له ولسمشريزو ټاكنو رانيولې تر پارلماني او د ولايتي شوراګانو ترټاكنو پورې ډېرى ټاكنيزې منډې ترړې پر قومي او ژبنيو روحيو راڅرخېدې. كانديدانو او د كانديدانو جغرافيايي موقعيت او نفوذ ته په پاملرنې سره د هغوى رايكچه دا په ډاګه كوي،چې د افغانستان په ډېريو سيمو كې د ټاكنو بهير پر قومي او ژبنيو بنسټونو رامنځته شو. څومره،چې ځينو دين او مذهب د سياست وسيله وګرځول، په همغه كچه قوم او ژبه هم د سياست وسيلې وګرځېدې. دا يو واقعيت دى،چې په هيڅ وجه هم څوك سترګې نشي ترې پټولاى.  هغه كسان ،چې د قومي او ژبنيو روحيو پر بنسټ پارلمان ته راغلي، په ډاګه يې وينو،چې پارلمان د ژبنيو او قومي تربګنيو په لور څكوي. د ژبې او قوم ټيكه داران معمولا هغه كسان دي،چې په نورو لارو يې پارلمان ته د راتګ چانس له لاسه وركړى او ژبه او قوم يې د وروستۍوسيلې په توګه كارولي دي.  د پارلمان څو اړخيز وېش او د وكيلانو بېلابېل اړخنيوى دا په ډاګه كوي، چې په پارلمان كې يو داسې سياست پرمخ وړل كيږي، چې بنسټ يې د ملي ګټو او موخو پرځاى پر قومي او سيمه ييزو ګټو او موخو راڅرخي. د وزيرانو د باور رايو پرمهال دا مساله تر ټولو ډېره بربنډه شوه.  عقيدوي اړخونه: دا به خپله نېكمرغي وبولو،چې پارلمان مو په عقيدوي لحاظ تر ډېره بريده همغږى برېښي. كه څه هم ځينې تمايلات شته، چې د شته څرګندو ګواښونو له امله يې د برسېرنتوب شونتيا كمه برېښي، خو كله كله په شعوري يا غير شعوري ډول دغه تمايلات راجوتيږي. په پارلمان كې د اسلامپالومجاهدينو او منځلارو ترڅنګ ډېر ځله د اختلاف اصلي محور تېرې كړنې يا د دواړو اړخونو په وينا( جنايتونه) دي، چې كله كله د اړخوتو ترمنځ د شخړو لامل هم ګرځي.دغه شخړې ډېر ځله د ځينو مغرضو وكيلانو له خوا رابرسېره كيږي.  د رئيسه پلاوي كمزوري:  د ولسي جرګې مشر او د رئيسه پلاوي ځينې غړي ددغو اختلافونو تر ټولو محوري، خو پټ او مرموز لوبغاړي دي. د رئيس په ګډون د رييسه پلاوي غړو په تېرو څو مياشتو كې د خپلو ځانګړو ناستو او په علني ډول د جرګې په غير سستماتيك يون كې تر ټولو ډېر رول و لوباوه.  كله،چې يونس قانوني د ولسي جرګې د مشر په توګه ټاكل كېده، په وړاندې يې استاد سياف د يوې دولت پلوې ډلې په توګه راوړاندې شو. دغه ډلبندي د ولسي جرګې د رياست تر ټاكنو مخكې هم محسوسېده، خو په وروستيو غونډو او د وزيرانو د باور رايو په بهير كې بيخي په ډاګه شوه. درېيمه ډله هغه كسان دي، چې تر ډېره له دواړو لوريو سره مخالفت كوي او ځينې خو ( لكه ښاغلى بشردوست) له څېلمې پر منفي اړخنيويو ټينګار كوي.  كله،چې د ولسي جرګې په رياست كې د ګوند او....تمايلات رابرسېريږي، د انو بيا حتمي ده،چې وكيلانو ته به هم سرايت كوي او د اصلي محور له اړخه د تمايلاتو ددغه بې جلبه سرايت مخنيوى او كنټرول د رييس او رييسه پلاوي د غړو له توانه وځي. ډېرى وكيلان شكايت كوي، چې رييسه پلاوى زياتره هغو كسانو ته د خبرو كولو او نيوكو وخت وركوي،چې ددوى په طبع جوړ وي، يانې ګونديان او همغاړي يې وي. د رييسه پلاوي او په خپله د رييس تر ټولو ستره ستونزه داده، چې ډېر ځله د ولسي جرګې كنټرول نور خلك ترې اخلي، نور خلك ښايي ددوى استادان،همفكره او ګوندي پلويان واوسي. په تېرو څو ورځنيو شخړو كې د غيرمستقيمې واك اخستنې دغه ستونزه په ترا ډول ليدلاى شو.  د ولسي جرګې د كنټرول واك هغه مهال لېږديږي،چې دوه مخالف اړخونه يو پر بل نيوكې كوي او د يوه هغه نيوكې د رييسه پلاوي له هيلو او غوښتنو سره تطابق وكړي. رييسه پلاوى نشي كولاى په نېغ ډول هغه نيوكې وكړي، چې ددوى زړه يې غواړي، ځكه په دغو نيوكو كې ښايي ځينې داسې څه هم وي، چې بنسټ به يې پر ګوندي،ژبنيو او سيمه ييزو توپيرونو جوړيږي، خو كله،چې همفكره كس راپورته كيږي او له خپل سټېج نه د دوى د موخو او ګټو د خونديتوب هڅه كوي، مخنيوى يې هم بيا ناځواني ده!!.  مشخصه ايجنډا؟ له كړنلارې او پارلماني اصولو سره سم ولسي جرګه د يوې ځانګړې ورځنۍ ايحنډا له مخې كار كوي. دغه ايجنډا بايد په هيڅ ډول له نورو مسايلو سره ګډه نشي. له بده مرغه زموږ دولسي جرګې د ايجنډا په برخه كې دغسې پرله غښتيا ډېره لږ ترسترګو كيږي. پر مشخصه ايجنډا او د ايجنډا له مخې پر مشخصو مسايلو بحث وكيلانو ته دا واك وركوي، چې د مسالې په اړه معقولې طرحې، نيوكې، دريځونه، وړانديزونه او پرېكړې وكړي. كله،چې ايجنډا يوڅه وي او وكيلان پر نورو مسايلو سرشي د جرګې نظم او د ايجنډا اصلي محور له منځه وړي. د ولسي جرګې د وړمنۍ ورځې اخ وډب د دغې مسالې روښانه بېلګه ده. هلته ايجنډا پر مالي بوديجه بحث و، خو خبره د غويي اتمې، جنايتكارانو او مجاهدينو ته ورسېده. له ايجنډا نه د وكيلانو دغسې وتل او بېځايه پر څو تكراري خبرو شخوند وهل اصلا د ولسي جرګې له اصولو او كړنلارو سره سرنه خوري. د ايجنډا موضوع مالي بوديجه وه او د بوديجې پاس كول او پر هغې بحث ډېر اړين وو، ځكه د دولت ټولې پروژې د همدغو بوديجو په تمه دي، كه دا هره ورځ په بېځايه شخړو او لانجو شاته غورځول كيږي خدايزده،چې ۱۹ مو شل كړي وي! له پارلماني كولتور سره ناروږديتوب:  د نړۍ پارلمانونه د ځانګړو كړنلارو له مخې عمل كوي. په دغو كړنلارو كې د بيان ازادي، متقابل درنښت، د نيوكو زغم، د وكيلانو د شخصيت او حيثيت خونديتوب او....ټول په پام كې نيول كيږي. كله،چې دزغم او دوه اړخيز درنښت نشتوالى او پر نورو د خپل نظر تپل وده كوي پارلمان به خامخا له ګډوډيو او تربګنيو سره مخ كيږي. دغه مهال رغنده نظرونه او طرحې د شخصي عقدو قرباني كيږي او پر داسې څيزونو پرېكړه او هوكړه كيږي،چې اساسي او بنسټيزو مسايلو ته ځواب نشي ويلاى. تېرو څو ورځنيوشخړو د وكيلانو زغم او پارلماني كولتور ښه په ډاګه كړ. د پارلمان هر غړى د (خپل ولس) استازى دى، دا كه جنايتكار بولئ او كه سپين باز. د پارلمان د كړنلارې له مخې حق لري يو څه ووايي او نيوكه وكړي. له بده مرغه ځينې وكيلان دغه حق پر ځاى نه كاروي، په شعوري يا غير شعوري ډول د نورو وكيلانو پر شخصيت او حقوقو تېرى كوي، دغه تېرى ددې لامل ګرځي،چې پارلماني فرهنګ، اخلاق او كړنلار هم تر پښو لاندې شي. ځينې خلك دا استدلال ! كوي، چې په نوره نړۍ كې په پارلمانونو كې خلك په چوكيو سره ولي او يوتر بله سره ډبوي.دا سمه ده،چې هغوى يو بل په څوكيو ويشتلي، خو تر پارلمان بهر يې بېرته غېږې هم سره وركړې او يوبل يې مچو كړي هم دي. موږ خو له بده مرغه زړه ته كينه واچوو او دغه كينه په خپل اوج كې په دښمنۍ بدلوو. موږ بايد نور د جنګ جګړې د مثال پرېښودو پرځاى د پارلماني كلتور يوه بېلګه وګرځو.  پر پورتنيو ټكيوسربېره ډېر نور مسايل هم شته،چې زموږ ولسي جرګه يې له ستونزو او خپلمنځي شخړو سره مخ كړېده. دغه مسايل په نورو هېوادونو كې هم موندل كيږي،خو ښايي شدت او عواقب يې دومره ترخه نه وي، لكه په افغانستان كې.  د وكيلانو ګوندي، قومي، ژبني او سيمه ييز تبعيضونه او اړخنيوي كولاى شي د پارلمان پر فضا د بې باورۍ شته سيورى نور هم وغوړوي، څومره،چې بې باوري او خپلمنځي شخړې ډېريږي په همغه كچه د عمل په ډګر كې ولسي جرګه شاته پاتې كيږي. د ولسي جرګې شاته پاتې كېدن او پر مسايلو د پرېكړو ځنډېدل د حكومت پښې كمزورې كوي او حكومت،چې څومره كمزورى كيږي په همغه كچه مخالف اړخونه په سياسي او نظامي ډګرونو كې قوت او نفوذ پيدا كوي. ",په ولسي جرګه كې د اختلاف اصلي محورونه 2707,," دهغه تړون له مخې چې دافغانستان د ماليې د وزير ډاکتر انور الحق احدى او په کابل کې د فرانسې د سفير( راجزکاتشست) تر مينځ نن لاسليک شو، فرانسه د ٨ ميليون يوروچې څه باندې ١٠ ميليون ډالر کيږي د روغتياپه برخه کې مرسته کوي ، چې د ٤ کلونو په بهير کې به يې افغان لوري ته وسپاري . ددغو مرستو له مخې به د کابل د وينې مرکزى بانک بيا ورغاول شي او دملالى زيږنتون په ګډون به دوينې د بانک ٤ مرکزونه په کندهار ، ننګرهار ، هرات او بلخ کې جوړ شي .دغه مرستې وړيا دى . ",له افغانستان سره د فرانسې د ١٠ ميليون ډالرو مرسته 2708,میرویس جلالزی," دا چاودنه نن سهار د دې هیواد کویته ښار  د پولیسو په یو مکتب کی شوې چی 6 تنه یې له امله ووژل شول ا و نهه تنه نور زخمیان دي . د پولیسو په وینا تر اوسه نده معلومه چي چاودنه د چا له خواه تر سره شوې او نه یې هم په تور کوم کس نیول شوی دی .   ",دپاکستان په کويټه ښار کي چاودنه شوی 2709,," د علم، فرهنګ او شعر ټولو مینه والو ته خبر ورکول کیږي چې د (مڼه ګل) کلنۍ دودیزه مېله، سبا د جمعې ورځ د ۱۳۸۵  لمریز کال د غوایي د میاشتې په ۲۲  نېټه د جمعې د ورځې په ۹  بجو د وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د شیخ آباد د سیمې په قاضي کلا کلي کې جوړېږي. له خوږو مینه والو نه په درنښت غوښتنه کوو چې په خپل ګډون د دغې میلې بېلا بېلو اړخونو ته ښکلا وبښي او د هېواد د فرهنګ او کلتور په لا غوړېدا کې ونډه واخلي. که څوک ترانسپورټي ستونزې لري، کولای شي د سهار په 30، 7 بجو د کابل ښار مرکزي سیلو ته مخامخ، ولاړو بسونو ته د ځان ورسوي. د لا زیاتو معلوماتو لپاره د په 070150052  او 070150047  موبایل شمېرو زنګ ووهي. ",د مڼې ګل مېله 2710,وحيد سپين غر _ كابل," څوورځي مخكې دخيبر تلويزيون د ( ولې اوڅنګه ) په خپرونه كې دجهاد اوتروريزم په هكله دنظردخاوندانواوداسلامي علومودسكالرانوپه ګډون  يو په زړه پوري بحث وړاندي شوچې دادي ستاسوپام هم دي بحث ته راګرځوچې له ګټي نه خالې نه دي وحيد سپين غر _ كابل څوورځي مخكې دخيبر تلويزيون د ( ولې اوڅنګه ) په خپرونه كې دجهاد اوتروريزم په هكله دنظردخاوندانواوداسلامي علومودسكالرانوپه ګډون  يو په زړه پوري بحث وړاندي شوچې دادي ستاسوپام هم دي بحث ته راګرځوچې له ګټي نه خالې نه دي ګډون كوونكی: مولانا عطاالرحمن دجماعت اسلامی ګوند كاركن ، ډاكتر محمد فاروق خان مذهبی سكالر، ريټايرد بريګيدير محمد شاه د پوځ پخوانی افسر، ډاكتر سيد عالم مسعود د پښتونخوا عوامي  پارټی لوړپوړي كارمند نطاق: موږ دی ناسته كی د جهاد او تروريزم تر منيځ توپير په هكله غږيږو، مولاناعطا الرحمن صاحب د جهاد او تروريزم څه توپيردی؟عطاالرحمن: جهاد دجد و جهد او كوښښ كولو په مانادی، نو جد و جهد د انسان د ښيګڼو لپاره مثلاِ جهل يو ظلمت دی او تياره ده نو په دی لاره كی جد و جهد او كوښښ يو جهاد  دی چې د جهاد فی العلم اصطلاح ورته استعماليږی.د جهاد راز راز قسمونه دی، بل جهاد فی العلم دی يعنی د قلم په وسيله جهاد او كه كله د مظلوم په ضد جارحيت او ظلم وشی نو د جهاد ضرورت دی او دهغه د حقوقو ترلاسه كولو په لاره كی بايد جهاد وشی، نو جهاد يوه عامه ترمنالوژی ده. خو كله چې خبره دسيف او توري  كيږي  نو بيا هلته دقتال كلمه منځ ته راځی په قران كی په دی هكله ډير ذكر راغلی چې هم ژبه هم  قلم او هم نور وسايل د جهاد لپاره استعماليږی د انسانيت او بشر د ښيګڼی لپاره.نطاق: دا څه چې دوی وويل دا خوښی خبری دی نو بيا نن ورځ ولی جهاد د تروريزم سره يو شان ګڼل كيږی؟داكترمحمد فاروق: زه ددی ټولو خبرو سره اتفاق لرم په قران كی د جهاد په هكله ۲۹ آيته راغلی ۴ مكی دی د آمن په توګه جهاد او ۷ مدنی دی چې د جنګ په حواله دی او نور بيا د عمومی جهاد په هكله دی خو د قتال په هكله بيا ۵۴ آيتونه شته چې هغه جهاد د جنګ په وسيله دی قتال په قران كی په دريو ډولو نو راغلی قتال فی سبيل الله، قتال فی طاغوت  او يو عام قتال دی  د قتال فی سبيل الله په حواله په قران كی څلور ټكی راغلی دی چې دا قتال د چاله خوا اعلاميږی او كوم وخت جواز لری ددی قتال اعلان بايد د رياست له لوری وشی.دا قتال بايد د ظلم خلاف وی او دنيوی مقصد ونه لری. د هغه چا سره دا جهاد نشی كيدی چې د امن معاهده ورسره شوی وی.او بل دا جهاد بايد هغه وخت شروع شی چې څوك پوه شی چې دا جنګ زه ګټلی شم او نورټكی هم راغلی هغه دا چې كه دښمن سوله غوښته نوته به هم سوله ورسره كوی او جنګ به نه كوی.دغه شان دبی وسلوكسانو په وړاندی دا جهاد نشی كيدی نو قران په ډيرو ښكلو طريقو ددی كار وضاحت كړی دی.دا چې مغربی دنيا ولی دا جهاد د تروريزم سره يو شان بولی ددی وجه دا څوټګی دی لومړی خو هغوی پروپاګنډه كوی او غواړی په دی توګه خپله لاره ښه وښايی.بل د غلط فهمی له وجی دا كار كوی چې هغوی د جهاد په اصلی مانا نه پوهيږی. دريم وجه داده چې د ځينو مسلمانانو د غلطو عملونو له وجی د جهاد نوم خرابيږی او په هغه د تروريزم نوم ايښودل كيږی. نطاق: ددی  بحثونو په رڼاكی تاسو په افغانستان كشمير او فلسطين كی چې څه كيږی هغه جهاد ګڼی او كنه؟داكتر سيد عالم مسعود : د افغانستان او فلسطين خبره يوله بله بيخي بيله ده. په افغانستان كی هر څه د ثور انقلاب نه راوروسته  پيښ شول هلته بهرنی ملكونه راغلل. بيا امريكی او پاكستان ورګډ شول او د هر ملك خپلی ګټی وی د پاكستان يوه څرګنده پاليسی وه هغه دا چې پاكستان په افغانستان كی خپله ستراتيژيكه ژورتيا غوښته او افغانستان يی خپله پنځمه صوبه جوړول غوښتل. نو دا د يوه ګاونډی ملك له خوا په بل ګاونډی ملك باندی د قبضی كولو يوه هڅه وه.امريكی او پاكستان لومړی د روس په ضد په افغانستان كی جنګيدل او د شوروی ماتی يی غوښته كله چې هغه څه تر سره شوه نو بيا دوی د طالب القاعده او د پاكستان د آی اس آی له لوری بل څه را منځته شول او په افغانستان يی طالبان مسلط كړل او دا تړون اوس هم په ځای پاتی دی او دا تړون مات نه دی.دلته بايد د رياست له لوری د جهاد اعلان شوی وای خو موږ په پټه پخپل ملك كی د طالبانو او نورو جهاديانو ټرنينګ كوو او د بل ملك د ورانولو لپاره يی روزو.نطاق: تاسو خو ټوله پړه په پاكستان واچول هغوی وايی هلته روس حمله وكړه او په كشمير كی هند د هغوی آزادی نه وركوی نو پاكستان ته څه كول پكار دی چې څه بايد وكړی؟داكتر سيد عالم: د امريكی خو په افغانستان كی هدف جهاد نه و هغه د روس نه دويتنام بدله اخسيته او كله چې روس مات سو بيا هغه لاړ. د مجاهدينو خبره هم اوس نشته هغه ټول د كرزی له حكومت سره اتحاديان دی خو خبره يوازی د پاكستان ده او ديوه ګاونډی له لوری په بل ګاونډی د جګړی د تپلو خبره ده نو دا خو جهاد نه دی.زه د جهاد سره اتفاق لرم او زه په دی عقيده يم چې لوی جهاد خپل نفس سره جهاد دی چې انسان اول ځان پاك كړی بيا ټولنه او انسان ته خير ورسوی خو د جهاد خپلی طريقی دی جهاد بايد د رياست له لوری اعلان شی او هدف يی بايد روښانه وی چې د څه لپاره جهاد كيږی دا چې هر څوك راپاځی او وسله راواخلی چې زه جهاد كوم دا خو څه جهاد نشو.نطاق: تاسو چې پوځ كی پاتی وی نو تاسو ولی داسی وكړه چې جهاد ته موبله مانا او رنګ وركړ؟ريتا يرد محمود شاه: كله چې روس په افغانستان حمله وكړه او بيا افغانان دلته راغله نو پاكستان ته بله لاره نه وه بايد د افغانانو مرسته يی كړی وای.ټولي  دنيا مغربی ملكونو او اسلامی ملكونو ددی خلاف راوپا څيدل او بيا دلته د پاكستان حكومت هم د دی اعلان وكړ چې دا د پاكستان دنده ده چې جهاد وكړی نو په ښكاره يی د روس د ويری نه كوله ولی دايی ويل چې جهاد كوی يعنی جهاد د رياست په اعلان پيل شو.او موږته بله لاره نه وه ځكه روس ګرمو او پوته د ځان رسولو كوښښ كاوه او د پاكستان مستقبل په خطره كی و.نطاق: دلته په پوځ كی هم د جهاد فی سبيل الله نعره وهل كيږی نو دا څنګه خبره ده تاسو ولی هر څه ته د جهاد رنګ وركوی؟ريتارډ محمود شاه: كله چې جګړه د غير مسلم په ضدوی نو بيا هغه ته موږ جهاد وايو او بيا دا د جهاد كلمه د پوځيانو روحيه هم بيا وړی كوی كله چې روس راغلی ړ نو هغه اسلامی نړی هم غندلی ړ او د هغوی په ضد يی جګړه جهاد ګڼله خو كله چې روس مات شو نو بيا جهاد ختم شو.نطاق: جهاد خو بايد د رياست د مشرله لوری په ښكاره اعلان شی نو ضاالحق ولی دا كارونه كړ او په پټه يی د جهاد خبره كوله؟محمود شاه: موږ هغه وخت د روس توان نه درلود دا چې په پټه مو د جهاد اعلان كړی ړ دا هم لويه خبره وه ځكه موږ پوهيدلو چې افغانان دا جهاد ګټی او همداسی وشول. نوموږ نشوكولی د روس په څير ديوه لوی طاقت علنی مخالفت او جګړه وكولی شو.نطاق: داكتر سيد عالم وايی د افغان جهاد جهادنه ړ دا د روس او امريكی جګړه وه ستاسو جماعت اسلامی هغه جهاد ګڼی اوس چې اسامه او ملاعمر څه كوي  او يا وزيرستان كی څه كيږی آيا دا جهاد دی كنه؟مولانا عطاالرحمن: د جهاد اعلان بايد اسلامی رياست وكړی چې چيري اسلامی رياست نه وی نو بيا امت مسلمه، اولی الامر چې هغه علمای كرام دی هغه بايد د جهاد اعلان وكړی. نو اوس په اسلامی نړی كی جيد علما شته ( او ،آی ،سی ) شته هغوی دافغان جهاد، جهاد وباله دا چې پاكستان ولی دی جهاد ته ورګډشو د پاكستان دا ذمه واری وه چې د يوه اسلامی هېواد په توګه يی بايد امداد كړی وای اسامه او نورهم د دی جهاد لپاره راغلی وه او مقصد يی جهاد ړ.په افغانستان باندی اول روس حمله وكړه جهاد پيل شو اوس امريكه راغلی او د ملاعمر اسلامی رياست يی ړنګ كړ او ظلم يی وكړ او د اسامه ګرفتاری يی بيله كومه ثبوته غوښته خو اسامه د افغانستان د اسلامی رياست يو شهری ړ هغه ملا عمر څنګه بيله ثبوته امريكی ته حواله كړی وای هغه چې د روس په ضد جهاد ړ نو دا هم د امريكی په ضديو جهاد دی چې روان دی.نطاق: آيا اسامه چې اوس څه كوی دا جهاد دی؟مولانا عطاالرحمن: بالكل جهاد دی.نطاق: نو چې بيا جهاد دی په موږ يی هم حق شته چې بايد مرسته يی وكړو؟ ځكه تاسو وايی چې اسامه او ملاعمر جهاد كوی؟عطاالرحمن: زما خبره په اشخاصونه ده زه وايم كوم ظلم او تعرض چې روس په افغانستان كړی اوس دا ده امريكه راغلی ده او پوځونه يی په افغانستان كی دی او هر څه اختيار له دوی سره دی او قبضه يی كړيده او كه كرزی دی نو بيادی كرزی ته واك وركړی او اتحادی پوځيان دی و وځی او كنه نو دوی خو په افغانستان قضيه كړی او ظلم يی كړی نو بيا په هغه صورت كی خو داكتر صاحب هم وويل او زما هم اتفاق دی چې بيا د ظلم په وړاندی خو جهاد فرض دی.داكتر سيد عالم: موږ هيڅكله د افغان جهاد ته د روس او امريكی جګړه او يا جهاد نه دی ويلی بلكه زموږ پښتونخوا پارتی دا د افغان او پنجانی د جګړی په نوم بولی هغه وخت خو( او آی سی )او اسلامی هېوادونو د روس حمله په افغانستان كی غندلی وه، خو اوس ټوله دنيا كه (او آی سی) او يهود، هندو، هر څوك چې دی د كرزی د حكومت ملاتړ كوی او د بن پريكړی منی او تاييد يی كوی. د افغانستان په تاريخ كی د احمد شاه بابا نه نيولی بيا تر ظاهر شاه پوری ټوله دنيا داسی افغانستان ترشا نه ده دريدلی لكه نن چې ولاړه ده خو موږ بيا هغه ته د امريكی د تعرض او ظلم نوم وركوو، يواځی دا پاكستان دی چې د افغانستان ترقی او خوشحالی نه غواړی هلته يوازی امريكه نه ده. ناټو قواوی شته يورپی ملكونه راغلی او د افغانستان د جوړونی او امنيت كارونه پرمخ بيايی.دا هر څه د پاكستان مداخلی دی كله چې مجاهدين كامياب شول نو پاكستان هغه ونه منل او طالبان يی را پاڅول او افغانستان يی خپله پنځمه صوبه جوړول، اوس چې په وزيرستان او باجوړ كی دا د جهاد نعره كيږی چې موږ به په افغانستان كی اسلامی نظام راولو نوزه وايم چې دا اسلام ولی په پاكستان كی نه راولی دا ټولی څرګندی مداخلی دی.مولاناعطاالرحمن: د داكتر سيد عالم د خبری په حواله دومره وايم چې د كرزی حكومت خو د عوامو حكومت نه دی هغه امريكی د ګارډنه بغير چيرته ګرځيدلی نشی.د طالبانو حكومت هغه د پښتون او مسلمان حكومت و چې طالبان به آزاد بی له ويری ګرځيدل او چا ورته څه نه ويل.نطاق: تاسو ولی پاكستان كی جهاد نه كوی چې افغانستان كی جهاد كوی؟مولانا عطاالرحمن: د جهاد بيل ډولونه دی په پاكستان كی موږ د دعوت او نورو په طريقه جهاد كوو خو كه په پاكستان باندی د نورو ملكونو لكه امريكی، روس يا بل چا حمله او تعرض وشو نو بيا به موږ هم دلته ټوپك را اخلو او جهاد به كوو. افغانستان كی مخكی روس راغلی ړ او اوس امريكه راغلی او دوی هغه دی په ټوپك جهاد كوی.داكتر سيد عالم: زه يولنډ څه ويل غواړم ووايم ګوری مشرف يولوی جنرال ړ له الوتكی نه راكوز شو او په اقتدار كيناست خو حامد كرزی يو عام افغان ړ او ځينی ملګری يی زخميان هم شول او د ملك رييس شو. دلته يو جعلی ريفرينډم وشو هلته په با قاعده توګه پارلمان جوړ شو. دلته آئین او قانون مات شو خو هلته قانون جوړ شو دلته په ژبه با بندی ده او هلته ټولی ژبی رسمی شوی. نو بيا څنګه موږ دا خبره كوو چې هلته د عوامو حكومت نشته كه د امريكی خبره وی امريكاييان خو دلته په دال بندين او نورو اډوكی هم شته. مانه د يوه پشتون او افغان په توګه دا په ځای ښكاری چې داوسني افغان  حكومت تاييد وكړم.  ",جهاد كه تروريزم ؟ 2711,لطف الله مشعل,"  يادونه: د اروپايي اتحاديې د بهرنيو اړيکو پخوانی کمشنر، د بحرانونو د تحليل د بين المللي ګروپ ICG مشر او د انګلستان د اکسفورډ پوهنتون ريس، ښاغلي ډاکټر لارډ کريس پاټين، د افغانستان د اوسنيو ستونزو، امنيتي وضعې، بې ثباتي او ترورسټي حملو او په هغه کې د پاکستان د مقاماتو، په ځنګړي ډول د نظامي کړيو، د مداخلو او لاس وهنو په هکله يوه مفصله مقاله ليکلې. د مقالې د ارزښت او د لويديځ په بهرني سياست کې د مقالې د ليکوال د لوي لاس د لرلو له امله، ددې مقالې پښتو ژباړه مينه والو ته وړاندې کوم٠   له نيکه مرغه لويديځ سياست پوهان اوس پوي شول چې په افغانستان کې د کړکيچ اصلي عوامل او سرچينې څوک دي٠  دا مقاله د معتبرې بين المللي ورځپاڼې (دي وال سټريټ جورنال The Wall Street Jouranal) د 2006 ميلادي کال د مئ مياشتې د لسمې نيټې په ګڼه کې خپره شوې٠ لطف الله مشعل- د کينټ پوهنتون د بين المللي بحرانونو د څانګې علمي غړي٠  د مقالې د بشپړ متن ژباړه:  د طالبانو د رژيم لۀ رانسکورېدو راهيسې څلورنيم کالونه تېرشول، خو افغانستان لا تر اوسه سخت بې ثباته دي او داسې ښکاري چې حالات يې د بهترۍ په ځاي د خرابېدو خواته روان دي٠ باغي طالبان اوس کابو هره ورځ د ښونځيو په ماشومانو، د مرستندويه ادارو په کارکونکو او يا په محلي او د بين المللي ټلوالې په امنيتي ځواکونو مرګونې ګوزارونه کوي٠ چې په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې د لويې پانګې اچونې لپاره يو ډارونکی ګواښ ګڼل کيږي٠  په داسې حال کې چې نړيوالې ټولنې د يوۀ ناکامه هيواد له حالته د افغانستان په را ويستو او ژغورنې کې د پام وړ مرسته کړې ده، خو تل يې د ستونزو د اصلي جرړې چې اسلام اباد کې دي،  د له مينځه وړلو سره مخالفت کړی٠ که رښتيا ووايو په افغانستان کې به تر هغې ثبات رانۀ شي ترڅو د پاکستان نظامي حکومت په ډيموکراټيک حکومت تبديل نه شي٠  بې ثباتي افغانستان ته د پاکستان د لومړنيو صادراتو له جملې ده٠ په ډيره اساسي سطحه په افغانستان کې د کيدونکو حملو پلانونه د ځانمرګو بريدونو په شمول، له سرحده اخوا د طالبانو په روزنځايونو کې طرحه او برابريږي٠ خو د جنرال مشرف اعتراضونه له هغه ځايه پوچ او مټاک دي چې د افغان ولسمشر حامد کرزي د دې انديښنو په لرې کولو کې يې هيڅ هم و نه شو کړاي چې د طالبانو مشران په باکستان کې له خپلو پټو مراکزو  څخه عمليات تر سره کوي٠  که څوک غواړي پوه شي چې په افغانستان کې د ثبات په راوستو کې پاکستان څومره بې اعتباره ملګری دی نو پکار ده چې لۀ افراطي مذهبي ګوندونو سره د (پاکستان) د نظامي حلقاتو کلکې دوستي او اړيکو ته ځير شي٠ هغه وسله والې مذهبي ډلې چې د سپتمبر د يولسمې او د لندن د چاودنو دنړيوال فشار په نتيجه کې پرې بنديز لګول شوی وو، په ازاد ډول فعاليت کوي٠ جهادي اورپکو ګوندونو ته اجازه ورکړل شوې چې د ٢٠٠٥ کال د اکتوبر د (کشمير) د لويې زلزلې مصيبت ځپلو ته د مرستو د رسولو د چارو واک په خپل لاس کې واخلي.  د ٢٠٠٢ کال د ټاکنو په شمول, پوځ په وار وار په ټاکنو کې له فريبه کار اخستی تر څو د ولسواکه جمهوري ګوندونو پر ځاي د افراطي مذهبي ګوندونو د برياليتوب مرسته وکړي٠  که خبره لنډه کړو، نو ويلي شو چې پاکستان د نظامي دکتاتورانو او مذهبي اورپکو افراطيونو د يوې مشترکې ډلې له خوا رهبري کيږي ٠ (پاکستاني) پوځ په خپله خاوره د ډيموکراسۍ له راتلو سره کومه دلچسپي نه لري،  نو بهرنۍ نړۍ دې ولې بيا له دوي نه په ګاونډي هيواد (افغانستان) کې د ډيموکراسۍ په راوستو کې د مرستې تمه او توقع ولري٠  که مونږ په رښتيا هم و غواړو چې له  افغانستان څخه د بې ثباتۍ جرړې وباسو، نو بايد د پاکستان غم و خورو،  په دې مانا چې بايد دغه هيواد (پاکستان) د ډيموکراسۍ د حکمرانۍ خواته را واړوو٠ د يوې نظامي ادارې لاندې د اوه کالو تېرېدونه وروسته به دا (د تغير چاره) اسانه کار نه وي خو ځينې ادارې لا تش په نوم ژوندۍ پاتې دي. د مثال په ډول قضايه قوه د مشرف او دده د نظامي همکارانو د رهبرۍ په دوره کې سخته رالويدلې ده خو دبيا رغونې د امېد په پلمه لا ډيرې ادارې شته چې شمار پرې وشي٠ مينځلارو سياسي ډلو کې هم لا څه ناڅه ساه پاتې ده، سره ددې چې ډيرې ځپل شوي خو لا لۀ صحنې نه نۀ دي وتلي، که زمينه ورته برابره شي، ډېر ژر به بېرته په پښو ودريږي٠ دکتاتور-پلوه ډلې  دا ادعاوې کوي چې ګواکې دغه سياسي ګوندونه په سخت فساد کې ښکېل وو او د همدوي فساد وو چې د مشرف د ١٩٩٩ کال کودتا ته يې مشروعيت ور وبښلو، خو دوي بيا د پوځ په اداراتو کې په  پراخ کچ او رسمي فساد نه غندي او حتي منلو ته  يې هم نۀ دي چمتو٠  پوځيانو (پخپله ګټه) دومره چارې کړې چې بېرته سمونه به يې کالونه ونيسي٠ پوځ پۀ ډيره ناچيزه بيعه د دولت د ملکيت پراخه جايدادونه اخيستي، پوځي مشران د کاروبار او تجارت په ټولو څانګو، له بانکونو نيولې ان تر اساسي کارخانو او فابريکو پورې قابض دي، په اقتصاد باندې ددوي کنټرول دومره زيات شوي چې راتلونکي هر ټاکل شوي حکومت به له سترو ګواښونو سره مخامخ کړي٠ که ملکي حکومت هم کله را منځ ته کيږي تر ډيره حده به منځلاری وي او دې ته به زړۀ ښۀ نۀ شي کړاي چې د اسلامي راډيکالو اورپکو زړي  له بيخه وباسي٠ د ٢٠٠٢ کال تش په نوم ټاکنو کې مذهبي ګوندونو يواځې ١١ په سلو کې رايې اخستې وې٠ کاملا ازاده او بيطرفه ټاکنې به اورپکې ډلې، چې دپوځيانو له برکته نازيږي، له صحنې وباسي٠ دا هغه ډلې دي چې په شمال غربي ګاونډي هيواد (افغانستان)  کې يې چور او تالان ته ملا تړلې ده٠ پردې برسيره، يو ملکي حکومت به د پوځيانو په خلاف له هندوستان سره د ټينګو سوله ايزو اړيکو پلوی وي٠ او څوک به په کلاره ويده نه شي چې پوهه وي چې د پاکستان اټم بم په ولسواکه لاسونو کې دی. ولسواکه حکومت به د دې هيواد په تعليمي سسټم کې ډيره اړينه بيا رغونه وکړي٠ په داسې حال کې چې دولتي نظام د ناکامۍ لور ته روان دي، ځوان نسل د مدرسو خواته مخه کړې٠ او همدغه مدرسې په لسهاوو زره پاکستاني او افغاني ځوانان د افراطيت لور ته ور بولي او زهنونه يې د بې زغمه او افراطي مسايلو خواته اړوي چې د جنوبي اسيا د اکثره  مسلمانانو له سپيڅلو عقايدو نه خورا ليري او جدا دي٠   دغه هيواد يو ښه تمويل شوي دولتي اوعام تعليمي سسټم ته ضرورت لري. دغه ټولې خبرې عملي کول، يو خورا ستر کار دي، خو په افغانستان او سيمه کې د ثبات راوستو لپاره د پاکستان غير نظامي کول او غير افراطي کول د ستونزو د حل اکي يوه لاره ده٠  هغه هيوادونه چې غواړي له افغانستان سره رښتوني مرسته وکړي هغه وخت بريالي کيداي شي چې پاکستان خپل اولويت و ګرځوي او په اسلام اباد فشار راولي تر څو د واضحو اصولو په تعميل او د نړيوالو ناظرينو او څارونکو په کارونه دا خبره يقيني کړي چې د ٢٠٠٧ کال ټاکنې به ازادې او بيطرفه وي٠  تر هغې چې د سرحد  ا خوا پوځيان او د مدرسو والا حاکمان وي، افغانستان به هيڅکله سوله ونه مومي. ",افغانســــــــتان څــــــــۀ شی ځـــــــــوروي ؟؟؟ 2712,," د مشاعرې دا غونډه چي د ماځيګر پر پنځه بجې پيل شوه، د پيل وينا يې سيد حبيب الله روحاني وكړه، ده لومړى د ((روهي ادبي بهير)) د اتمي غونډي د جوړېدو مباركي وويله او دا بهير يې د افغاني فرهنګ د بيا رغوني لپاره يو بريالى ګام وباله، همدارنګه يې په ټولنه كي د ځوان پر اړتيا د ((روهي ادبي بهير)) پرله پسې اتمه اوونيزه غونډه د روان كال د غويي پر ۲۱مه د پنجشنبې په ورځ د كندهار ښار په مدني ټولنه كي جوړه شوه. د مشاعرې دا غونډه چي د ماځيګر پر پنځه بجې پيل شوه، د پيل وينا يې سيد حبيب الله روحاني وكړه، ده لومړى د ((روهي ادبي بهير)) د اتمي غونډي د جوړېدو مباركي وويله او دا بهير يې د افغاني فرهنګ د بيا رغوني لپاره يو بريالى ګام وباله، همدارنګه يې په ټولنه كي د ځوان پر اړتيا او كار ټينګار وكړ او زياته يې كړه چي نن دلته په دې بهير كي ټول ځوانان د يووالي پر بنسټ راټول شوي دي، او د دې اتفاق د دوام هيله يې وكړه، ده پر ځوانانو ږغ وكړ چي د خپل فرهنګي كار په ترڅ كي له هيڅ ډول خار او خنډ څخه و نه وېرېږي او دا كار هله كولاى  شي چي خپل منځي يووالى ټينګ وساتي، ده د مطالعې پر ټينګار برسېره د مشرانو سلا مشورې او لارښووني هم اړيني وبللې چي بايد ځوانان پام ورته وكړي. ورپسې په وار سره ۴۲ تنو شاعرانو خپل شعرونه واورول. په اخير كي د غونډي مشر نعمت الله نالان ارزونكې وينا واوروله او ويې ويل: لومړى هغه چاته مننه وايم چي دا بهير يې رامنځته كړى دى، بيا له ((مدني ټولني او فرهنګي بنسټ)) څخه مننه كوم چي د بهير لپاره يې ځاى برابر كړى دى، د بهير د ارزښت په اړه يې زياته كړه چي د دې بهير لوى ارزښت په دې كي دى چي دلته پرته له كوم تعصب څخه بېلا بېل خلك راټولېږي او دا د مسلمانانو راټولېدل په اسلام كي يو سنت كار دى، لكه په جماعت، عيدګاه، جنازه او نورو ځايو كي چي سره راټولېږي، ده وويل چي مخكي ده ته يوه پوښتنه پيدا وه چي ولي دافرهنګيان داسي سره پاشلي دي، هرچا دا نيوكه كوله، خو نن چي دا كار شوى دى نو لوى كار يې بولم، ده همدارنګه وويل چي د  دا ډول غونډي او ټولني د نظم او برياليتوب راز دا نه دى چي بايد منظمي چوكۍ، تالار، ميك او . . . . برابر شوي وي، بلكي مهمه دا ده چي په خپلو لږو امكاناتو كي مو څومره معنوي لاسته راوړنه لرلې ده او دا بهير بايد د نورو خلكو لپاره د كار يوه بېلګه و اوسي. ښاغلي نالان د تنكيو ځوانانو پر لارښوونو، سمونو او هڅونو هم ټينګار وكړ. ده يوې نيمګړتيا ته هم اشاره وكړه هغه دا چي څرنګه چي ښاغلى نالان د بشري حقونو په كمېسون كي د معيوبينو د څانګي مسئول دى، نو بايد چي دغسي غونډو ته معيوبين هم راوبلل شي، مرسته ورسره وشي او په درنه سترګه ورته وكتل شي. ده غونډه ډېره شاعرانه او رنګينه وبلله خو دا وړانديز يې وكړ چي بايد ځيني شاعران خپل شعرونه مات او ګوډ و نه بولي، په شعر كي بايد شعريت او هنريت ته ډېر پام وكړي، په شعر كي ښكنځل و نكړي. څرنګه چي نالان صاحب دري ژبى دى نو ده وويل چي ده مخكي په پښتو ليكنو كي ستونزي درلودې خو بيا د ملګرو په بركت ډېر سم شو او اوس روان پښتو شعر ليكلاى شي، او د وروستۍ جملې په توګه يې وويل چي ((په دنيا كي قومونه له بې اتفاقۍ څخه هلاك شوي دي، بايد موږ يو لاس و اوسو چي له هلاكت څخه وژغورل شو)). غونډه د ماخوستن د اتو بجو په شاوخوا كي پاى ته ورسېده، پاته دي نه وي چي په غونډه كي ۸۵ تنو فرهنګيانو او فرهنګپالو ګډون كړى و چي مشر يې نعمت الله نالان او مېلمه يې له غزني څخه راغلى وحيدالله بريالى و. ",د روهي ادبي بهير اتمه غونډه جوړه سوه 2713,پیرمحمدکاروان," چې پروچووچوللمودرحمت راښکې باران شيچې دغرونوپرسرونوهريوګل زماجانان شيدملالې ژبه واييهربلبل راته افغان شي      دغاټولوغوټۍ واکړه-ته يې لپه کې دعاشه      راشه راشه پسرليه-پسرليه راشه راشهراشه زړونه موجاروکړهله ګردونوله غبارهدسالووږمې خورې کړهڅڼې څنډوهه نګارهدبېلتون پرکنډوونوتېروه دمينې لاره         په شپېلۍ دمحبت کې-دژوندون مسته نوا شه         راشه راشه پسرليه-پسرليه راشه راشهترېنه سوي دي سپرليهپه بمونوکتابونهماشومانوته مې غواړمدګلونوکتابونهرا دسولې او دامندفکرونوکتابونه          دتيارو پر توره دړه-درڼاالفباشه         راشه راشه پسرليه-پسرليه راشه راشهالف اورپه کلي بل وبې په بم ختلی ګل وګل زمونږ دکلي ځوان وپه رښتياګل د وربل وورپسې په اوښکواوښکوپه سرو وينو لوندغزل و             دشهيد روی مې دروړی-ديتيم په خوله موسکاشه             راشه راشه پسرليه-پسرليه راشه راشهمونږداوسپنې اغزوکېيبلې پښې کوو مزلېراشيندلې الوتکوزمونږسترګوته خځلېداماران مودي ترمنځ کهفاصلې دي غځيدلې؟           دغه ټولې کړه درټولې-دوصال خوږه دنياشه          راشه راشه پسرليه-پسرليه راشه راشهلږدزړه په سترګولولهدشهيدپرکفن وينهداوطن مولويه موردهداوطن مودتن وينهپام کوه چې خرڅه نه کړېپر اغزودچمن وينه           بوی دشنوغنمو راوړه-په هواشه هواشه          راشه راشه پسرليه-پسرليه راشه راشهداوطن جنت جنت کړهداچې نن کنډر کنډردینن که وران دی که ويجاړدیبختوردی بختوردیدادبورې مورټيکری دیدزوی مړي پلارڅادر دی            په زړګي پورې يې نيسه-دسپوږمۍ دشپې سوما شه            راشه راشه پسرليه-پسرليه راشه راشهپه هواکې چې دزاڼومستې مستې قلقلې ويچې جنګي جازونه نه وينه يې بم نه يې شغلې ويچې مجنون وي امن امنسوله سوله چې ليلې وي           داجهان وي مينه مينه-بس دمينې تمنا شه           راشه راشه پسرليه=پسرليه راشه راشهچې زمونږ پردنګوغرونهلمردبرم وزرې وکړيپه ډبروکې لالونهدښکلا خبرې وکړيچې په اوښ پسې د امنشين خالۍ سندرې وکړي        يوکاروان دژوندروان کړه-په بنګړوماته چوپيا شه         راشه راشه پسرليه=پسرليه راشه راشه 1384حوت28کابل خيرخانه مېنه ",پسرليه راشه راشه 2714,هدايت الله هدايت," هدايت الله هدايت  ۲۰۰۶/۵/۱۲",دپاکستان کوږ بار به تر کله پر مخ ځې؟ 2715,نتکۍ - پراګ," دګارډين ورځپاڼي څخه د نتکۍ ژباړه – ۲۰۰۶ – د می نهمه   ګاردين ورځپاڼې چې په بريتانيا کې چاپېږي په خپله وروستۍ ګڼه کې د هغو لسو هيوادونو ليست ته چې د نړۍ ناکام هيوادونه بلل شوي دي اشاره کړې او په هغو کې يې د نهو نومونه ياد کړي خو د لسم نوم يې د دې لپاره چې د لوستونکو تلوسه يې پارولې وي  په سر کې نه دى ذکر کړى . د ورځپاڼې ليکوال پوښتنه کوي چې دابه کوم هيواد وي چې د ناکامو هيوادونو د ليست په سر کې دى، دا داسې مسلمان هيواد دى چې تاوتريخوالى پکې دوام لري ، د تروريستانو د روزلو مرکزونه پکې موجود دي ، له خپلو ګاونډيانو سره لانجې او دعوې لري ، داسې يو څوک يې واګې په لاس کې لري چې پوځي يونيفورم يې په غاړه کې دى ، اتومي وسله يې ازمويلې ده او په دې کار کې تر ايران يو ګام مخکې دى ؟ ګاردين ورځپاڼه زياتوي دا هيواد نه يوازې د ديموکراسۍ د ارزښتونو په ساتلو کې ناکام دى بلکې د امريکا يو ناکام دوست هم ګڼل کېږي . د دغو نښو نښانو له بيانولو وروسته ورځپاڼه د قوسونو يا لينديو په منځ کې ليکي (پاکستان ته ښه راغلاست). ګاردين ورځپاڼه همداراز کاږي ، امريکا ،پاکستان له تروريزم سره په مبارزه کې  خپل نژدې  متحد ګاڼه ، خو  نن سبا د متحده ايالتونو په پاليسي جوړوونکو کړيو کې داسې انګېرل کېږي چې د پاکستان مشرجنرال پروېز مشرف نور خپل اهميت له لاسه ورکړى دى . د ګاردين ورځپاڼې د ليکوال په نظر امريکا اوس دې نتيجې ته رسېدلې ده چې مشرف يې نور له تروريزم سره په مبارزې کې په درد نه خوري او تر دې لا مهمه دا چې مشرف حتى د خپلو کورنيو چارو د پرمخ بېولو توان هم نه لري . دا بريتانوۍ ورځپاڼه همداراز ليکي امريکا په دې امېد د جنرال مشرف ملاتړ کاوۀ چې هغه به د اسامه بن لادن په نيولو کې مرسته وکړي ،خو عملاً هغه دا کار ونه کړ او اوس پخپله مشرف په لانجې اوښتى دى. ګاردين ورځپاڼې د دې مقالې په دوام کې کښلي چې د پاکستان ورځپاڼې هم اوس دا حقيقت تائيدوي چې هيواد يې د ټينګې او دوامدارې ديموکراسۍ د رامنځته کولو وس نه لري او له همدې امله د دغه هيواد منتخب صدراعظمان لکه نوازشريف او بېنظير بوټو د لنډې مودې لپاره واک ته رسېږي او ژر يې حکومت ړنګېږي .خو پوځ يې په هرحال خپل واک او امتيازونه د ځان لپاره خوندي ساتي . ګاردين ورځپاڼه پوښتنه کوي چې  کوم هيواد د طالبانو په رامنځته کولو کې مرسته وکړه، کوم هيواد په کابل کې د هند د نفوذ له ډېرېدو وېرېږي؟ هغه کوم هيواد دى چې د هند او امريکا د اړيکو پر پراختيا خوابدى دى؟ او هغه کوم هيواد دى چې په کشمېر کې يې جګړې ته تورې راايستلي دي؟ ورځپاڼه په پاى کې دا ټولې خبرې د يوۀ هيواد لپاره چې ناکام وبلل شي کافي ګڼي او ليکي ( ناکامي خو نور څه ښکر او لکۍ نه لري)   ",( ناکامي خو نور څه ښکر او لکۍ نه لري) 2716,عجب خان غمخور,"   پښتو په انټرنېټ کې عجب خان غمخور عبدالهادي حيران صېب زه د ډېر د نزدې نه پېژنم. زما په فکر هغه يؤ ښۀ ليکوال، تر څۀ حده ژورنالست او شاعر دى. خو ماته دا پته نۀ وه چې حيران صيب په برېښنائي موضوعاتو کې هم پوهه لري او ليکل پرې کولاى شي. همدا وجه وه چې کله ما ""پښتو په انټرنېټ کې"" نومې کتاب وليد نو حيران ئې کړم ځکه چې د حيرانۍ کار ئې کړى دى. ""پښتو په انټرنېټ کې"" د دې موضوع لومړنى کتاب دى چې زما له نظره تېر شو. د دې ليک د کولو نه وړاندې بازار ته لاړم او وګرځېدم چې که په دې موضوع بل کتاب پيدا کړم چې موازنه ورسره وکړم خو داسې کوم کتاب مې پيدا نکړاى شو. يواځې په يو دوکان کې راته چا يو کتاب وښود چې د وېبپاڼو په هکله ليکل شوى و خو چې ومې کتلو نو هغه کتاب د پښتو يا افغاني وېبپاڼو په هکله نۀ و. او دا کتاب (پښتو په انټرنېټ کې) د هغو وېبپاڼو په هکله دى چې د پښتنو او افغانانو لخوا په پښتو او يا نورو ژبو جوړې شوې دى. ما دا کتاب د (الف) نه تر (ى) پورې ولوستلو. د کمپوزنګ غلطۍ پکې د نشت برابر دي.  او معلومات پکې ګټور دي. لکه  کومه وېبپاڼه څنګه جوړه شوه او څه خپروي،  فونټ څنګه ښکته کېږي، د پښتو فونټ څه ستونځې او د هغو حل څۀ دى؟ د بحث په فورمونو کې څنګه برخه اخيستل کېدلاى شي او داسې نور. دا خو داسې معلومات دي چې که د يوې وېبپاڼې چلوونکي غوښتلي وى نو هم په دې موضوع يې دا ډول کتاب ليکلاى شو. کېدلاى شي چې څه کمى زياتى پکې وى خو تر ډېره حده به معلومات همدا ډول وى. خو د حيران صېب ځانګړتيا دا ده چې يو خو يې ځاى په ځاى په ځينيو وېبپاڼو تبصرې، نيوکې او وړانديزونه هم کړي دي او بل دا چې د کتاب په اخر کې د ""انټرنېټ او پښتو ادب"" تر سرليک لاندې چې کومې خبرې او شعرونه ورکړاى شوې دي نو دا د هغه د اديبانه فکر او د ښې  ليکوالۍ ثبوت ورکوي. نو که غواړئ چې معلوم کړئ په پښتو ژبه او نورو ژبو د پښتنو لپاره تر اوسه پورې څومره وېبپاڼې جوړې شوې دي، کومه وېبپاڼه په کوم ادرس پيدا کېدلاى شي او برېښناليک يې څه دى، وېبلاګ څه شى دى او په پښتو کې څومره وېبلاګونه دي، فورمونه څه ګټې لري او څنګه پکې برخه اخيستلاى شئ او داسې نور...... نو دا کتاب ضرور وګورئ. يوه خبره چې زه يې خامخا کول غواړم دا ده چې د دې کتاب سرپاڼه ډېره ښه جوړه شوې ده خو کتاب په اخباري کاغذ چاپ شوى دى.  د دوهم ځل لپاره که دا کتاب چاپ کېږي نو بايد چې په ښه او معياري کاغذ او د نورو معلوماتو د زياتونې سره چاپ شي. ",د ( پښتو په انټرنټ کي ) کتاب په اړه څو خبري 2717,," د دې ګڼه د ځينو مطالبو سرلیکونه :* دثور د اوومې څخه تر اتمې پورې* افغان قبیلوي ناسیونالیزم د مانډیالیزیشن په منګولو کې ـ ډاکټر روستار تره کی* امریکا طالبان را تروریست نمی دانند. * د رحمان بابا د یاددونې په ویاړ په ورجینیا کې غونډه* روز های تباه کن ۷ و ۸ ثور یا کارنامه استعمار - ډاکټر رحیم عزیز* په افغانستان کې د بیان آزادی څنګه ده ؟* روز بین المللی مطبوعات و مبارزه با فقر* د « تروریزم » د تولید نوی ماشین ــ ډاکټر نثار احمد صمد* رسانه ها مورد اعتماد ترین منبع در دنیا* دلایل برطرفی داکتر عبدالله از وزارت خارجه* دافغانانو دبدلیدو په هيله مه کیږی ـ اریګ مارګولیسدر انتظار تغییر افغانها نباشید ـ نظرات نویسنده کانادایی* دجنګ او نه جنګ ترمنځ - هارون صدیقی* در داخل مدارس دینی پاکستان ــ دکتور م . زمانی* نیازی به اصلاحات عاجل در وزارت امور خارجه - ولی احمد نوری * ناتو : « خطر مواد مخدره ، جدی تر از طالبان و القاعده است»* درنګی بر سه ده نقض حقوق بشر در افغانستان ــ پیکار پامیر* وضعیت بغرنج بلوچستان پاکستان* له بن نه تر لندنه ــ حبیب الله غمخور* دیپلوماسی ناکام حامد کرزی* مصاحبه با آقای سرشک یک تن از نویسنده ګان و شعرای با سابقه کشور* نوی کتابونو ته لنډه کتنه* بوش په جنګ کې ( ۲۲ ) برخه * ادبي مرغلرېاو نور مطالب ، رپوټونه او مرکې په انګريزی برخه کېکه غواړي چې د افغان رسالې هره ګڼه ستاسو پر آدرس درورسیږی، نو مهربانه وکړی خپل د کلني ګدون بيه چې ۶۰ ډالره کیږی په لاندې پټه ولیږی: Afghan PostP. O. Box 300741027 Finch Avenue WestToronto, Ontario  M3J 3L  Canadaافغان رساله / Afghan Post - ټورنټو - کاناډاتیلفون ۹۰۸۱ – ۴۷۲ (۹۰۵) Tel: (905) 472 – 9081 /فکس ۴۶۸۴ – ۴۷۲ (۹۰۵) Fax: (905) 472 – 4684 / بريښنا لیکafghanpost@rogers.com ويب پاڼهwww.afghanpost.com ",د افغان رسالې ( ۸۴ ) ګڼه له چاپه راووتله . 2718,," دا د پښتو وېبپاڼو، پښتو برېښناليک، د پښتو وېبپاڼو د بحث د فورمونو او په انټرنېټ باندې د پښتو د نورو اړوندو موضوعاتو په هکله معلوماتي کتاب دى چې ځوان ليکوال او ژورنالست عبدالهادي حيران ليکلى دى او تازه په پېښور کې د افغان خپرندويه ټولنې لخوا چاپ شوى دى. تقريباً په ١٥٠ مخونو خور دا کتاب په زړه پورې سرپاڼه او د پښتو وېبپاڼو په هکله ښه معلومات لري.  مهم سرليکونه يې د انټرنېټ لنډه پېژندنه، د انټرنېټ د ايجاد او ودې پړاوونه، د وېبپاڼې پېژندنه، د پښتو وېبپاڼو پېل او دوام، د فونټ ستونځې، د پښتو او پښتنو وېبپاڼې، د بحث فورمونه، د وېبلاګ پېژندنه، پښتو وېبلاګونه، اونلاين مجلې، اونلاين کتابونه، پښتو برېښناليک، انټرنېټ او پښتو ادب دي. داکتاب تاسي  په کابل، جلال اباد او پېښور کې د هر کتاب پلورنځۍ څخه ترلاسه کولاى شی. ",پښتو په انټرنېټ کې کتاب چاپ شو 2719,عبدالهادي حیران," دا د پښتو وېبپاڼو، پښتو برېښناليک، د پښتو وېبپاڼو د بحث د فورمونو او په انټرنېټ باندې د پښتو د نورو اړوندو موضوعاتو په هکله معلوماتي کتاب دى چې ځوان ليکوال او ژورنالست عبدالهادي حيران ليکلى دى او تازه په پېښور کې د افغان خپرندويه ټولنې لخوا چاپ شوى دى. تقريباً په ١٥٠ مخونو خور دا کتاب په زړه پورې سرپاڼه او د پښتو وېبپاڼو په هکله ښه معلومات لري.  مهم سرليکونه يې د انټرنېټ لنډه پېژندنه، د انټرنېټ د ايجاد او ودې پړاوونه، د وېبپاڼې پېژندنه، د پښتو وېبپاڼو پېل او دوام، د فونټ ستونځې، د پښتو او پښتنو وېبپاڼې، د بحث فورمونه، د وېبلاګ پېژندنه، پښتو وېبلاګونه، اونلاين مجلې، اونلاين کتابونه، پښتو برېښناليک، انټرنېټ او پښتو ادب دي. داکتاب تاسي  په کابل، جلال اباد او پېښور کې د هر کتاب پلورنځۍ څخه ترلاسه کولاى شی. ",پښتو په انټرنیټ کي 2720,,"  ګل چې په خندا وينې زه به دريادېږمه چرته چې ښکلا وينې زه به دريادېږمه دا د پښتو ژبې د وتلې او پياوړې شاعرې ناهيد سحر دوهمه شعري ټولګه ده چې تازه په پېښور کې له چاپه راوتلې ده.  مېرمن ناهيد سحر د نااشنا او عجيبه عجيبه رواجونو او بندېزونو په جال کې د ګېرې پښتنې ټولنې هغه شاعره ده چې خپل يو ځانګړى سوچ لري او د دغه سوچ د څرګندولو لپاره د شعر نوى انداز پکار راولي او د ښاغلي سعد الله جان برق په وېنا چې ""د ناهيد سحر ځانله يوه بېله خپله دنيا ده. هغه دنيا چې وجود يې نشته خو دا غواړي چې دغسې دې وي، دغسې دې وشي يا کاش چې دغسې وى. خصوصاً د دې په ازادو نظمونو کې دغه دنيا ډېره ښکاره محسوسېږي"". لدې وړاندې د ناهيد سحر د هائيکوګانو ټولګه د ""خپلو خوبونو له تعبير لټوم"" په نامه چاپ شوې وه چې په پښتو شاعرۍ کې خپل ځانګړى مقام لري او په ادبي نړۍ کې يې ښۀ نوم جوړ کړى دى. دا کتاب (زه به دريادېږمه) چې زړه راښکونکې سرپاڼه لري او په سپين معياري کاغذ چاپ شوى دى په څه دپاسه درې سوه مخونو کې بلها رنګين او د جمالياتي اړخ لرونکي خواږه نظمونه، غزلونه، هائيکوګانې او نور شعرونه لري. تړون يې د هر هغه پښتون په نوم شوى چې په صحيح معنو کې د پښتو سره پښتو کوي. کمپوزنګ يې امجد امين کړى دى او بيه يې ١٨٠ روپۍ ده. په پښتونخوا کې د هر لوي کتابپلورنځي څخه ترلاسه کېدلاى شي. ",زه به دريادېږمه ، ناهيد سحر شعري ټولګه چاپ شوه 2721,ناهيد سحر,"  ګل چې په خندا وينې زه به دريادېږمه چرته چې ښکلا وينې زه به دريادېږمه دا د پښتو ژبې د وتلې او پياوړې شاعرې ناهيد سحر دوهمه شعري ټولګه ده چې تازه په پېښور کې له چاپه راوتلې ده.  مېرمن ناهيد سحر د نااشنا او عجيبه عجيبه رواجونو او بندېزونو په جال کې د ګېرې پښتنې ټولنې هغه شاعره ده چې خپل يو ځانګړى سوچ لري او د دغه سوچ د څرګندولو لپاره د شعر نوى انداز پکار راولي او د ښاغلي سعد الله جان برق په وېنا چې ""د ناهيد سحر ځانله يوه بېله خپله دنيا ده. هغه دنيا چې وجود يې نشته خو دا غواړي چې دغسې دې وي، دغسې دې وشي يا کاش چې دغسې وى. خصوصاً د دې په ازادو نظمونو کې دغه دنيا ډېره ښکاره محسوسېږي"". لدې وړاندې د ناهيد سحر د هائيکوګانو ټولګه د ""خپلو خوبونو له تعبير لټوم"" په نامه چاپ شوې وه چې په پښتو شاعرۍ کې خپل ځانګړى مقام لري او په ادبي نړۍ کې يې ښۀ نوم جوړ کړى دى. دا کتاب (زه به دريادېږمه) چې زړه راښکونکې سرپاڼه لري او په سپين معياري کاغذ چاپ شوى دى په څه دپاسه درې سوه مخونو کې بلها رنګين او د جمالياتي اړخ لرونکي خواږه نظمونه، غزلونه، هائيکوګانې او نور شعرونه لري. تړون يې د هر هغه پښتون په نوم شوى چې په صحيح معنو کې د پښتو سره پښتو کوي. کمپوزنګ يې امجد امين کړى دى او بيه يې ١٨٠ روپۍ ده. په پښتونخوا کې د هر لوي کتابپلورنځي څخه ترلاسه کېدلاى شي. ",زه به دريادېږمه 2722,," د غويي ٢٢مه د مڼې ګل کلنۍ دوديزه مېله د سلګونو ليکوالانو، د ولسي جرګې د يوشمير غړو، د سیمې د بېلا بېلو ښونځیو شاګردانو ، استادانواو د دولتي چارواکيو په ګډون، د وردګو په سيدآباد ولسوالۍ کې،د غويي په ٢٢مه  نېټه  جوړه  او لومړی دقران شر یف دڅو مبارکو ایتونوپه تلاوت، ورپسې د نوي ملي سرود په غږولو، پيل شوه.د غونډې پرانيستونکې وینا د هېواد وتلي ليکوال او څېړونکي حبيب الله رفیع برخه والو ته واوروله او دا ډول غونډې یې د لرغونو اریایانو له  وخته راپاتې وبللې او زیاته یې کړه چې په ځانګړو وختونو کې یې ځانګړې موخې درلودې..ورپسې د وردګووالي عبدالجبارنعیمي خبرې وکړې او د غونډې فرهنګي اړخ یې د هېواد د کولتور د ودې په لاره کې مهم ګام وباله. همداراز د ولسي جرګې وکیلانو لکه رمضان بشردوست، شکریه بارکزۍ  او ډاکترې روشنکې هم په غونډه کې ګډون درلود، چې ځینو یې ویناوې هم واورولې.په مېله  کې د سیمې ليکوالو، معلمانو ، بزګرو او نورو وړ کسانو ته سوغاتونه اود غونډې برخوالو ته له وردګو څخه  د خپرېدونکو مطبوعاتو سربیره ځینې نور ې مجلې هم ووېشل شوې. او له یوشمېر نورو ویناوو وروسته مشاعره پیل شوه، چې تر ۴ بجو پورې یې دوام درلود، د  ميلې په بېلابېلو برخو کې د اتڼ پروګرام  هم وو.د یادونې وړ ده چې د مڼې ګل مېلې په جوړولو کې د سیمي له فرهنګي او مدني بنسټونو سره سره اسيافاونډيشن، افغان بيسيم، د مدني ټولنې او فرهنګ بنسټ او د وردګو والي عبدالجبار نعيمي هم مرسته کړې وه.                                                                                                       د غونډې بشپړ  راپور به ورسته پر ليکه شي.                                                                                                                                   بلال احمد نويد ",په وردګو کې دمڼې ګل کلنۍ مېله جوړه شوه 2723,ګل آغا احمدي وردګ," د مڼې ګل کلنۍ مشاعره چې هر کال د مڼې د ګل په موسم کې تر سره کیږي د تیرې جمعې په ورځ چې د روان ۱۳۸۵ هجري لمریز کال له ۲۲ نیټې سره سمون خوري د وردګو او میدان د ولایت د سید آباد د ولسوالۍ د شیخ آباد په سیمه کې د یو لړ درندو مراسمو په ترڅ کې د سهار په نهو بجو پیل او د ډول ډول پروګرامونو په وړاندې کولو سره یې د مازدیګر تر څلورو  دوام درلود  رپوټ:ګل آغا احمدي وردګ  د مڼې ګل کلنۍ مشاعره چې هر کال د مڼې د ګل په موسم کې تر سره کیږي د تیرې جمعې په ورځ چې د روان ۱۳۸۵ هجري لمریز کال له ۲۲ نیټې سره سمون خوري د وردګو او میدان د ولایت د سید آباد د ولسوالۍ د شیخ آباد په سیمه کې د یو لړ درندو مراسمو په ترڅ کې د سهار په نهو بجو پیل او د ډول ډول پروګرامونو په وړاندې کولو سره یې د مازدیګر تر څلورو  دوام درلود.د مڼې ګل مشاعرې او میلې ته د وردګو او میدان د ولایت والي ښاغلی عبدالجبار نعیمي د همدې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ښاغلي مایار، اداري رییس حاجي عبدالله، په ولسي جرګه کې د وردګو وکیله آغلې ډاکتر روشنک وردک، په ولسي جرګه کې د کابل وکیلان هر یو ښاغلی ډاکټر رمضان بشر دوست او آغلې شکریه بارکزۍ، د هیواد نامتو لیکوال، څیړونکی او مورخ ښاغلي استاد حبیب الله رفیع، د وردګو مشهور لیکوال استاد عبدالباری غیرت، د وردګو قومي مشر قاضي امین وردګ، د سیمې یو شمیر سپین ږیرو، مخورو او سیمه ایزو مشرانو  ګډون کړی وو.په همدې توګه د مڼې ګل مشاعرې ته  د وردګو د ولایت د کلتوري بهیرونو پر لارویانو سربیره د  پلازمینې کابل،پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، غزني، کندهار، ننګرهار، لغمان، کونړ، کندوز، مزار شریف او بغلان له ولایتونو څخه هم یو زیات شمیر لیکوالانو، ادیبانو، شاعرانو او د ادب مینه والو هم ګډون کړی وو.د غونډې پرانیستونکې وینا ښاغلی استاد رفیع وړاندې کړه چې د مڼې ګل او د هغه په څیر د ورته ادبی غونډو، مشاعرو او میلو هر اړخیز اهمیت ته یې په لنډه توګه اشاره وکړه او د دې بهیر د لا چټکتیا هیله یې څرګنده کړه. ورپسې د وردګو او میدان د ولایت والی ښاغلي عبدالجبار نعیمی وینا وکړه چې په همدې ولایت کې د شوو پرمختګونو او د راتلونکیو پراختیایي پلانونو ته یې په لنډه توګه اشاره وکړه او د مڼې ګل مشاعره یې وستایله. په همدې توګه د وردګو والي د سیمې خلک د پرمختګ په بهیر کې د پراخ ګډون لپاره را وبلل.د وردګو قومي مشر قاضي امین وردګ هم د خپلې وینا په ترڅ کې ځینو سیمه ایزو مسایلو او د ولسي جرګې د تیرو انتخاباتو بهیر ته په لنډه توګه اشاره وکړه. په ولسي جرګه کې  د کابل د ولایت وکیل ښاغلي ډاکتر رمضان بشردوست په حکومت باندې د یو لړ نیوکو سره سره د وردګو د چک د بریښنا د فابریکې په بیا رغولو ټینګار وکړ او د حکومتی چارواکو پاملرنه یې ورته را جلب کړه.آغلې انجنیر راضیه نعیمی هم د مڼې ګل مشاعره وستایله او د سیمې هر اړخیزې پراختیا ته د حکومتی چارواکو د پاملرنې غوښتونکې شوه.ورپسې ښاغلي حفیظ الله غښتلي د ولسواکۍ په اړه خپله لنډه وینا د غونډې ګډونوالو ته واوروله او د ټولنې په جوړښت کې یې د ولسواکۍ رول جوت کړ چې د نوموړی له وینا وروسته د مشاعرې برخه پیل شوه چې د هیواد د مختلفو سیمو او کوربه ولایت ګڼو شاعرانو خپل خواږه شعرونه د غونډې ګډونوالو ته د چکچکو په بدرګه کې واورول.د غونډې پریکړه لیک د ښاغلي اسماعیل نوید له خوا ولوستل شو چې د وردګو په سیمه کې یې ځینو اساسی اړتیاوو، ستونزو او د هغه حل ته د حکومتي چارواکو او اړوندو اړخونو د پاملرنې غوښتنه پکې شامله وه. د پریکړه لیک له وړاندې کولو وروسته د مشاعرې لومړۍ نیمایي برخه پای ته ورسیده، د غرمې د ډوډۍ او لمانځه د اداکولو لپاره یو ساعت وقفه اعلان شوه.د مڼې ګل د مشاعرې او میلې دوهمه نیمایي برخه په ملي اتڼ او ډولونو سره پیل شوه چې د ملي اتڼ له سر ته رسیدو وروسته د هیواد زیاتو شاعرانو خپل شعرونه ولوستل او غونډه د دعا په لوستلو سره د  مازدیګر په څلورو بجو رسما پای ته ورسیده.د مڼې ګل د مشاعرې د ویندویۍ چارې د امین الله عادل، جاوید همیش، نذیر احمد نذیر او ګل آغا احمدي وردګ پر غاړه وې.باید وویل شي چې د مڼې ګل د مشاعرې او میلې لپاره ځینو اړخونو لکه Asia Foundation, USAID, AWCC او د مدني ټولنې کلتوري بنسټ خپله مرسته او همکاري کړې ده چې د وردګو د کلتوري بهیر لارویان ترې مننه کوي.د مڼې ګل د مشاعرې او میلې تصویري البوم به وروسته خپور شی.   ",په وردګو کې د مڼې ګل مشاعره تر سره شوه 2724,میرویس جلالزی," میرویس جلالزی = کابلزما له پدی ورڅی او د ‌‌طلوع له نيکمرغی کله چی توره تياره له خپلی ملګری سره له کار نه د کابل په لويديڅ کښئ پرتی خپلی ليلی ته را ورسيدم د کوټی ژيړ نارغه ځراغ می ولګاوه د چاه په خبر د شی‌طان غوږونه دی کاڼه وی دا رڼا هم د مشرانو له برکته وه.څو شيبی وروسته می د افغانستان د نورو ټولو وګړو په شان خپل کم زوری ملګری دی ته اړ کړ چی شين چای پوخ کړی.د کوټی څنګ ته می د خپل منت‌ظر تلويزيون ريموټ را واخيست او د هاپ په هيله می په سويج ګوته کيـښوده .د هيلی خلاف می چی کله د ټلويزيون پردی ته وکتل يو اشنا ځيره می تر سترګو شوه چی وايی:(زنده باد افغانستان و زنده باد عاملين بربادی افغانستان )وروسته د تلويزيون پر پرده ليک راغی چی (امشب از طلوع)خدای دی انصاف ورکړی:وخت يی نه وو ليکل شوی .مجبور شوم چی د طلوع د نن شپی ټولی خپرونی وګورم او سترګی ترينه و نه غړوم تر څو هغه څه د هغه چا له خولی واورم چی مونږ نارينه يی د ويلو توان نلرو خو هغه که څه هم نارينه نه ده نو بيا هم هغه څه وايی چی مونږ نارينه يی نشو ويلای .په ساعت نه وم خبر نه پوهيږم څو دقيقه له لسو تيری وی چی د حوصلی تالی می نسکوره شوه خو نا څاپه د (مامون) نورانی مخ چی له تيرو وختو سره پکښئ يو څه توپير ليدل کيده زما او د نورو تولو ليدونکو سترګی نورانی کړی .مامون چی خپل سرليک پيل کړ نه پو هيږم چی ولی د وحشت هيولا زما ګريوان ته لاس واچاوه .حس کوم چی نن شپه د مامون له خولی داسی شيان اورم چی هيڅ کله می هم نه وو اوريدلی .له ځان سره وايم( مامون خو داسی نه وو مامون ولی بدل شوی ؟د مامون بڼه ولی بدله شوی؟دا څه وايی ......:......؟په کراره می خپله شونډه تر غاښو لاندی کړه له ځان سره می وويل زه ګناهکار انسان په څه پوهيږم په هر څه خو خدای پوهيږی ......؟له ډيرو خبرو چی تر شم هر څو چی د مامون پوښتنی او د ملالی جويا ځوابونه اورم داسی را ته ښکار چی د مامون د ګلاب پوټی نوی ګلان کړی دی او دی ته يی هم پام نده چی د طلوع کمری ته نيغ ناست ده او اوس د يو ژورنالست حيثيت لری .ريښتيا خو دا ده چی ما په وار وار د حکومت له خاوندانو اوريدلی چی خبری رسنی او د خبريالانو هڅی د ديموکراسی څلورم رکن ده .(ديموکراسی هم په افغانستان کښئ نوی زيږيدلی او د چا په خبر څو پلورنه لری خو يوه غمخوره مور نلری]مګر په افغانستان کښی په خواشنی ويلای شم چی د دی څلورم رکن ښيی پښه هر کله ګوډه وی.ژورناليزم هم اوس د اسی يوه وسله ده چی هر څوک د خپل مخالف لوری په ټکونه کښی ترينه کار اخلی .مګر پام ولری چی وسله نده ،،،،......!خبريال په ديرو مواردو کښی په خپله خپله خپلواکی تر پوښتنی لاندی وړی ده .په دی وطن کی د خبريالانو ناپيلی توب اصل تل په خپله د خبری رسنيو مسولينو او يا په خپله وار خبريالانو تر پوښتنو لاندی نيولی ده .تاسو پوهيږی چی د افغانستان د مطبوعاتو صوتی تصويری چاپی څانګو په خپله ډير کارکونکی او يا هم ريسان د خبری رسنيو په قا نون سم پوهيږی که نه دا په خپل وار بله پوښتنه ده .ايا ژورناليزم يوازی مايکروفون او کامری ته وای.؟ستاسو ورور پری نه پوهيږی ..!ډير شيان می په زړه کی دی خو له موضوع نه به لری نه ځو.ريښتيا در ته وايم د ملالی جويا او رزاق مامون تر منځ خبرو زه له ژورناليزم نه خفه کړم .ژورناليزم ته می خواه پده شوه .ايا ژورناليزم د افغانستان په سپيره چغرافيا کښی ځای نلری؟؟؟؟؟دا قضاوت به ليدونکو او اوريدونکو ته پريږدو.خو ځينی کسان بيا وايی نا سم دوران ده کيدای شی چی دا موضوع هم د مطبوعاتو په ډګر کی تاثيرات ولری.څوک پوهيږی چی مامون به هم کله چی په همغه شيبه د طلوع تلويزيون کامری ته مخامخ کښينستی وی نو د ناسم دوران په انفلونزا په اخته وو؟؟؟ په افغانستان کښی ريښتيا چی داسی وضيعت سم نده او ريښتيا دا ده چی ميړونه هم په افغانستان کښی ميړونه دی نو......دوی ته دا توپير نلری چی کله د پارلمان د بام لاندی ناست وی او کله هم د طلوع تلويزيون د کامری مخامخ .تاسو به يی و نه منی کله چی مامون ټوک ټوک پوښتنی او د ملالی ټوټی ټوټی ځوابونه يو له پل سره لګيدل نو زما د عيسوی شوی عبدالرحمان او له هغه نه مخکی د سر خريلی محقق نسب محاکمه را په ياد شوه .د نن شپی دعوای د چا له خواه پر مخ بيول کيده ؟؟؟مامون په دير چالاکی او د چا په خبر په هوښياری پوښتنی کولی او ملالی جويا هم له خپل مسلم حق نه په کلکه دفاع کوله .په ياد ولری دا محاکمه نه وه په بهر کی ورته (هارد ټاک ) وايی.دا به پريږدو چی څومره يی ملالی جويا ته د څواب ورکونی وخت ورکاوه.مامون هغه ځينو کسانو ته په کمپاين تورنه وله او ترينه يی په مکرر ډول پوښتنی کولی چی هغه څوک ته چی دا جنايت کاران وايی نو په اړه يی سندونه لری او که نه.پوښتنی داسی تودی وی ته به وايی چی له يو تورن نه په محکمه کی کيږی.که تاسو د ا پوښتنی او ځوابونه نه وی ليدلی نو زه خو د اسی باور لرم چی که ملالی يی ١٠٠٠ دوری هم وهلی وايی هغه څه به يی نه وای را وړی چی مامون يی ترينه غوښتنه کوله .ځکه که له ملالی سره په لسګونو او سلګونو نوری ملالی ګانی هم يو څای شی نو داسی اسناد به را ټول نکړای شی.ښه به نه وی چی ښاغلی مامون کله په ښار کی چکر وهی د خپل صرف موټر له نيمه تورو خيښو سر را وباسی او د واټونو ځنډو ته ورانی ودانی په خپلو مبارکو سترګو يو څل ننداره کړی.؟؟؟؟او له ځان سره ځير شی چی ايا ملالی کولای شی داسی درانده سندونه له ځان سره راوړیهو!کله چی مامون د نقاش او عاشق په نوم مرکه پيل کړی او بيا د ځان وژنی تر عصر ورسيږی او د پهلوانانو او قهرمانانو په ملاتړ د جګړی تاوان د غريبو خلکو پر اوږو ور واچوی .را په ياد شو چی وايی ياری چی داسی وکړی له اغيارو څه ګيله ده ",مامون صاحب سلامونه ! اجازه ده ؟ 2725, داکتر حسن ، لندن,"  په بڼونا ست دتا دلا رې غبار چیرته یوسم   زه د لیمو نه د وصال انتظارچیرته یوسم  دلته بلبلودي اغوستې د ویر تورې جامې   دګل په سرو وینو لړلی بهار چیرته یوسم  کندې کپرې مې ځواني کړه په پردي وطن کې   د ځوانیمرګو ارمانونو انبارچیرته یوسم  زمونږ په کلې کې اوسیږي دخندا خریدار  دزړه تڼاکو کې ټومبلی پرهارچیرته یوسم  یوځلې بیا شه را په غاړه زما تار تار ګریوانه          له تا نه پرته مې داوښکو کتار چیرته یوسم  زمونږ دوینو د سیندونو طغیاني  شوې څپې  دبې نوا افغان دوینو ابشار چیرته یوسم  دلته وحشت دي کاڼه کړي داحساس غوږونه  زه دفکرو دزولنو شرنګهارچیرته یوسم  حسنه  را به وړم له غمه  درته  ډکه جولۍ  خو ستا له زړه نه تر هیدلی قرارچیرته یوسم  ",دویرتورې جامې 2726,سمیع الد ین افغانی," په وطن مو جوړ ماتم دیتور تمو نو  کی مو شپی دیدا دکوم ظا لم له لاسهچه ظلمونو کی مو شپی دیګران  وطن راته  سور  اور شود دوزخ لمبی  تری خیژیبل محشر ته حاجت نشتهقیا متو نو  کی مو شپی دیدا  د کوم  ظالم  له  لاسهچه ظلمونو کی مو شپی دید کابل هره  کوڅه  مو ښکلی ښکلی خاطری ویاوس ی وران او ویجاړ ګورمګړنګونو کی  مو شپی دیدا د کوم ظالم  له لاسهچه ظلمونو کی مو شپی دیزوړ  او ځوان مو شهیدان شولڅوک بی  پلاره څوک بی مورهد چا کور  جوړ  قبرستان شوزیارتونو  کی مو شپی  دیدا  د کوم  ظالم له  لاسهچه ظلمونو کی مو شپی دیافغا نان  ټول  تار  و مار  شولڅوک په کوز  اوڅوک په بر دیپه  وطن کی  چه  اوسیږ یماتمونو کی ی  شپی دیدا د کوم  ظالم له لاسهچه ظلمونو کی مو شپی دید ا سلام په  تمه تمهد کافرو کانی وشو یهیڅ  تمیز  کولای نه شوپه  چرتونو  کی مو شپی دیدا د  کوم  ظالم له  لاسهچه ظلمونو کی مو شپی دیدنیا  ټوله  راته خاندیموږ په چیغو چیغو  ژاړوڅه  سپین ستر ګی دنیا ګی دهسیا ستونو کی موشپی  دیدا د کوم  ظالم  له  لاسهچه ظلمونو  کی مو شپی دیافغا نی وطن به جوړ شی که د خدای مهر بانی  وهد پردو  لاس  به  لنډ یږیامیدونو  کی مو  شپی دیدا د کوم  ظالم  له  لاسهچه ظلمونو کی مو شپی دی کال ١٩٩٤ مها جرت ", د وطن په یاد 2727,محمد شعيب کروړ بارګامی,"  په پنځلس کلنۍ مې پښه کيښوده چې لسم ټولګي ته بريالی شوم . دخوبونو او خيالونو لاره مې بل لورته شوه يو رنګ نوی هوس مې په سينه کې پيدا شو . که څه هم زمونږ په ټولګي کې پنځلس نجونې او لس هلکان وو خو زما به ورسره هيڅ زړه نه لګيده دا لا څه چې  خبرې به مې هم ورسره نه کولې اود نجونو په خوا کې به هم نه تيريدم . زمونږ په ټولګي کې دوه ځايي څوکۍ وې زما او دميرويس   څوکۍ يوه او د ټولګي په لمړنۍ کرښه کې وو . د ميرويس به راسره تل په دې جګړه وه ويل به يې وا هلکه دومره کرکه خو ترې مه کوه . خو ما به ويل ورته غلی شه که نه تا هم ددې څوکۍ نه شړم چې دا ذات بيخي  خدای (ج) پيدا کړی نوی ښه به وی دومره کرکه ترينه لرم . خو نن زما د سترګو نه دغه د کرکې پرده څنګه لرې شوه زه خپله هم نه پوهيږم . نن راته هره پيغله دګلاب د غوټۍ په شان ښکاريده يو نوی احساس مې زړه کې راپيدا شوی و ټولګي ته راغلم په ځان مې ښې ګوتې وهلې وې او ځان مې ښه جوړ کړی وو چې په هيلۍ مې سترګې ولګيدې زړه خومې دسينې نه ووتلو خو په سينه کې مې بې شانه درزهار جوړشو . هيلۍ منځنۍ ونه او يو ډول شاعرانه انداز درلود او زمونږ د ټولګي اول نمره هم وه  ډير هلکان يې دخپلو ښو اخلاقو او پوهې پسې ليوني کړي وو . خو هغه (هيلۍ) يا خو ډيره مغروره وه او يا هم ډيره بې پروا ځکه د خپلو زده کړو نه پرته دبل هيڅ شي  په کيسه کې نه وه او نه يې لکه دنورو نجونو په شان دبل څه په باره کې انديښنه کوله . زه سره ددې چې د هيلۍپه اړوند په دې ټولو خبرو پوهيدم خو هغه احساس چې زما په سينه کې د هيلۍ دپاره راپيدا شوی وو ورځ په ورځ دومره ډيريده چې زما نه دنياوي کارونه خو څه هير شو چې خوب او خندا مې هم ورک شول د کورنۍ ټول غړي مې انديښمن او پدې سوچ کې وو چې دا هلک ولې نه د پخوا په شان زده کړه  کوي او نه يې هغه مستي او د شوره ډکه خندا شته . دکور نه بهر به هم همدا حال وو  انډيوالانو به مې راته ويل هلکه دا په تا څه شويدي .  خو زما دزړه په حال يوازې يو خدای (ج) او يو زه پوهيدم او بس نه مې چاته څه ويل  او نه مې د چا اوريدل . چې ښونځي ته د تلو وخت به شو زه به د هيلۍ د کوڅې سر ته په دې انتظار ولاړ وم چې اوس به هيلۍ راځي او بيا چې به مې وليده د ورايه به مې په پټه تر ښوونځي پورې څارله او همدا چې ښوونځی به رخصت شو بيا به مې تر کوره پورې همداسې څارله . په همدغسې په پټه تلو راتلو کې مې څو واره د مينې اظهار هم ورته کړی وو او يو دوه دمينې نه ډک ليکونه چې زما د ناقراره زړه  حال په کې وو ورته ورکړي مې وو خو د هغې لخوا هيڅ ځواب نه وو او همغسې بې پروا به په پټه خوله زما تر څنګه تيريده . د کال اخر دی لسم ټولګي ته کلنۍ ازموينې پيل کيږي . نن چې بيا ښوونځی   رخصت شو دولس بجې شاوخوا وي زه لکه دا ټول کال چې مې تير کړ په همغه شان د هيلۍ پسې روان ووم او د خپل نا ارامه زړه حال مې ورته څرګنداوه چې هيلۍ ناڅاپه مخ راواړاوه او په ټيټ غږ يې راته وويل _ نن مازديګر به په باغ ناراين کې سره وګورو .  زه بې حده خوشحاله شوم ما فکر کاوه چې زه د ټول عمر لپاره د ژوند په ټولو ازموينو کې بريالی شوم په هر صورت  د مازديګر څلور بجې دي او زه د باغ ناراين په يوه ګوښه شان ښکلې خوراک ځای کې د يو ميز تر شا په دې هيله ناست وم چې اوس به د هيلۍ ښکلې څيره ووينم . د ميز په سر د چايو ډکه پياله او د سرو ګلونو يوه ګيډۍ چې ما دهيلۍ دپاره اخيستې وه او غوښتل مې د ليدو سره سم يې ورته ډالۍ کړم هم زما سره يوځای دهيلۍ په انتظار وو . ډير وخت تير شو چې ګړۍ ته مې وکتل د شپې لس بجې وې   خو د هيلۍ درک هم نه وه . زه هم نور بې هيلې شوم د ګلونو ګيډۍ مې د چايو په پياله کې کيښوده او زه ترېنه لاړم .  نور بيا      ",د ګلونو ګيډۍ دچايو په پياله کې 2728,," د هرات او بادغيس ولايتونو ترمينځ لاره د کرخ ولسوالۍ په سيمه کې تيره ورځ دناپيږانده کسانو د توغندي د يو بريد له امله د يونيسف يو تن ډاکتر او موټر چلوونکى وژل شوى او يو بل تن انجينير ټپى شوى دى . افغان ولسمشر حامدکرزى په دې اړوند خواښينى ښودلې او د وژل شويو کسانو کورنيو او خپلوانو ته يې د تسليت مراتب وړاندې کړي دي. ",د يونيسف ٢ تنه افغان کارکونکى وژل شوي 2729,," د پکتيکا والى اکرم خپلواک ددغه ولايت دوړمه ولسوالۍ کې د ٦ تنو مخالف جنګياليو د نيولو خبره کوي او وايى دغه کسان له يو اندازه وسلو سره د يو لړ فوځى عملياتو په ترځ کې نيول شوي دي .د عملياتو په بهير کې د خوارکى توکو يو زيرمتون هم د ملى اردو ځواکونو لاس ته ورغلى دى . ",٦ تنه مخالف جنګيالى نيول شوي دي 2730,," په کندهار کې د کاناډا ځواکونو هغه ١٠ تنه شکمن کسان چې د تيرې چهارشنبې په ورځ يې ددغه ولايت د شاولى کوټ ولسوالۍ کې نيولى وو،نن په کندهار کې ځايى پوليسو ته وسپارل .طالب وياند ويلى چې نوموړى کسان له دوى سره تړاو نه لري ، مګر د کاناډايى ځواکونو يو وياند ويلى له نيول شوو کسانو څخه داسې توکى تر لاسه شوي چې په چاودنو کې ترې نه کار اخيستل کيږي . ",١٠ تنه شکمن کسان ځايى پوليسو ته سپارل شوي 2731,," د کابل دنوې کارتې په سيمه کې پوليسو څلور تنه غله په دې تورنيولى دى ، چې د دوى په وينا غوښتل يې په دغه سيمه کې د افغانستان بانک له ښارې څانګې څخه پيسې غلا کړي .د پوليسو يو چارواکى وويل له نيول شوو کسانو څخه تحقيقات روان دي . ",د غلو څلور کسيزه ډله کابل کې نيول شوې 2732,بلال," د هلمند ولایت په پراخه دښته کې پروت د نړیوالو ځواکونو پوځي کمپ باتسین سختو او وژونکو لوخړو په مخه کړ او د ګڼ شمېر کسانو پر ټپي کېدو سربېره یې پوځي اډې ته تاوانونه واړول. د شګو باران نه جوړ دغه توپان په لومړیو شېبو کې په یو ساعت کې د نوي کیلومتروپه واټن تیزۍ سره روان و، خو وروسته بیا دغه یون نور هم تیز شو او ان په یوه ساعت کې یې یو سل او څلوېښت کيلومترو ته ورسېد. له زرګونو خیمونه جوړ دغه کمپ هغه مهال په یوه تشه دښته بدل شو چې شګلن توپان خیمې او نور ټول تاسیسات له ځانه سره والوزول. نړیوال زواکونه دغه مهال د کمپ د پرانیستو او سمبالښت په لومړنيو مراسمو بوخت و، چې ناببره له مخالف لوري نه د سختو دوړو شګو او بادوباران وېروونکو ځپو د هغوی په نېشه کې تېشه ووهله. د عیني شاهدانو په وینا ددغه ګرد باد له امله ګڼ شمېر نړیوال عسکر او ولسي وګړي ورک شوي او ټپیان شوي دي. دغه توپان همداراز د کمپ پرکار بوخت تعمیراتي ماشینونه هم له کاره غورځولي دي. د عیني شاهدانو په وینا د توپان له امله په لاره ځینې تلونکې لارۍ له سړکه کږې شوې او ځینې او ښتې هم دي.                                                                                                             بلال احمدنويد                                                                                              ويسا ورځپاڼه، کابل، یکشنبه،ثور ۲۴ ",په هلمند کې د امریکایانو کمپ توپان په مخه کړ 2733,," د طالب جنګياليو د ډلې يو وياند قارى يوسف ادعاد کړې ،چې تيره شپه يې د هلمند د ګرشک ښار کې د دغه ولايت د ملى امنيت د تحقيقاتو د څانګې مشر ( سليمان ) په ډزو سره وژلى دى . ددغه وژنې رسمى پخلۍ لا نه دى شوى .په دغه بريد کې د وژل شوى کس دوه تنه ملګرى هم ټپيان شوي دي ",طالب جنګياليو د ملى امنيت يو چارواکى وژلى 2734,بلال," طالب جنګیالیو ادعا کړې، چې په وردګو کې یې د ملي اردوپر یوه موټر برید کړی دی. د طالبانو د یوه تن ویاند ډاکتر محمد حنیف په وینا، طالبانو وړمه شپه د وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په پتنګ نومې سیمه کې د ملي اردو یو موټر په راکټونو وویشت، چې له امله یې موټر له منځه لاړ او ټول سپاره عسکر پکې ووژل شول. بل خوا د غزني امنیتي چارواکو ويلي، چې په سید اباد کې ددغه ولایت د مرستیال پر موټر برید شوی، خو مرګ ژوبله یې نه ده اړولې، د غزني د والي د مرستیال کاظم الله یار په وینا، په پېښه کې یو پوليس ټپي شوی، خو دی دې پېښې پر مهال په موټر کې نه و.                                                                                                                   بلال احمد نويد                                                                                      ويسا ورځپاڼه، کابل، ثور ۲۴ مه ",په وردګو کې د ملي اردو پر موټر برید 2735,میرویس جلالزی," دا خبره په کندهار کښی د عالمانو شورا ريس غلام محمد غريب تيره ورځ د يوی خبری غونډی پر مهال وکړه د هغه په وينا چی د طالبانو له خواه ټولی هغی فتوای ګانی چی ويلی يی وو د بهرنيو او کورنيو ځواکو پر وړاندی دی جهاد وشی بی اساس دی او هر هغه څوګ چی د دولت پر وړاندی پاڅون کوی ياغی ګنل کيږی.د کندهار د عالمانو شورا ريس هغه بهرنی ځواکونه چی په افغانستان کښی دی د حامد کرزی د منتخب حکومت نه په ملاتړو ياد کړل .له تيرو څلورو کلو راهيسی په لسګونو هغه عالمان چی د حامد کرزی د حکومت ملاتړی يی کاوه وژل شوی دی .غلام محمد غريب څه موده وړاندی د خپل سر د امنيت ساتنی نه هم انديښنه څرګنده کړی وه. ",د بهرنيو ځواکو په وړاندی جهاد مشروعيت نلری 2736,میرویس جلالزی," ويل شوی دا ٦٧ کسيزه ډله به د هغو ٥٠٠ نورو هسپانيوی سرتيرو سره يو ځای ماموريت پر مخ بوزی چی دم ګړی د هرات په ولايت کښئ ميشته دی .دا سرتيری د هغو ١٥٠ سرتيرو له ډلی دی چه ټاکل شوی تر څو راتلونکو ورځو افغانستان ته راورسيژی. ",د هسپانيا د پوځيانو يوه کوچنی ډله هرات ته را ورسيده 2737,میرویس جلالزی," په دی اډه کښی ميشتپه امريکايی ځواکونو د پيښی پخلی کړی او وايی چی دا چاودنی د شنبه په ورځ په سيميز وخت ٩ بجی را منځ ته شوی دی .ويل کيژی په چاودنو کښی مرګ ژوبله نده را منځ ته شوی .دا وروسته له هغه چی کاندايی سرتيری په کندهار هوايی اډه کښی څای پر څای شوی پينځم وار ده چی چاودنی کيږی.د چاودنو په تور څوک ندی نيول شوی . ",د کندهار هوايی آډه يو ځل پيا زورورو چاودانو ولړزوله 2738,میرویس جلالزی," د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت نوی وزير داد فر رنګين سفنتا پرون وويل دا روښانه ده چی د القاعده مشر په پاکستان کښی پټ ده او پاکستانی چارواکو داسی څه چی يی بايد د هغه په نيونه کښئ کړی وايی نيی دی تر سره کړی.ښاغلی سفنتا وويل چی نوموړی د پاکستان په خاوره کښی په قبايلی  علاقو کښی پټ ده .د پاکستان قبايلی مشران وايی چی دوی تر هر بل چا زيات ميلمه پال دی.د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير ډاکتر سفنتا د دی خبرو په وړاندی د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندی ميرمن تسليم اسلم و ويل چی که افغانستان دومره معلومات لری نو هرڅه ژر تر ژره دی ورسره شريک کړی.ميرمن اسلم وويل چی تر اوسه هيڅ څوک نه پوهيژی چی بن لاډمړ او که ژوندی ده او چيرته پت ده . ",د اسامه بن لادن پټن ځای تثبيت شو 2739,میرویس جلالزی," دا دوه ميرمنی چی خپل ميړونه يی په دی تروريستی بريدو کښی له لاسه ورکړی د شنبه په ورڅ يی په واشنګتن کښی دا ژمنه کړی ده .پيتی ګويګلی او ميرمن سوسن چی دواړه تر ٤٠ کلونو ډير عمرونه لری وايی افغان کونډی ډيری د زړه سوی وړ دی او بايد يی هر دولت ورسره مرسته وکړی.تر اوسه نده روښانه چی دا دوه امريکايی ميرمنی غواړی څومره له افغان ميرمنو سره تر سر کړی .هغوی په امريکا کښئ د چرګانو دوه فارمونه لری چه په ورځ کښی په زرګونو هګی تر لاسه کوی . ",د11سپټمبر کوڼډی د افغان کونډو سره مرستی کوی 2740,," مرکزى بغلان په دوه لاره کې د دوو پرله پسې چاودنو له کبله ٨ تنه ټپيان او يوې ماشومې نجلۍ خپل ژوند له لاسه ورکړى دى . دويمه چاودنه هغه مهال شوې چې د لومړۍ چاودنې ځاى ته يو شمير کسان راټول شوي وو. يو شمير ځايى اوسيدونکو ددغو چاودنو موخه د ( پې ار ټى ) ځواکونه بللى ، چې موټر يې له دغې سيمې څخه د تيريدو په حال کې وو . ځواکونو ته زيان نه دى رسيدلى .د طالب جنګياليو يو وياند حنيف بيا دايساف ځواکونود ٤ تنو دوژلو او يو فوځى موټر د ويجاړيدو خبره کوى ، چې خپلواکو سرچينو يې پخلۍ نه دى کړى . ",بغلان کې چاودنو مرګ او ژوبله اړولې . 2741,," د ايران خبرى رسنۍ ايرنا رپوټ ورکړى چې د شنبې په شپه د (بم - کرمان) په لويه لار ناپيږانده وسله والې ډلې د ٤ موټرو ١١ تنه سپرلۍ په ډزو سره وژلى دى او يوازې يو ١٠ کلن ماشوم ژوندى پاتې دى .ايرانى چارواکو په دې اړوند په سيمه کې پلټنې پيل کړي دي او تر دم ګړى دوژنې لامل او دوژونکو څيره نه ده مالومه . ",ايران کې ١١ تنه مسافر وژل شوي 2742,," د غزنى ولايت په مرستيال محمد کاظم الله يار باندې تيره شپه د کابل - کندهار دلويې لار په اوږدو د وردګو د سالار په سيمه کې وسله وال بريد شوي دي ، چې يوازې دوه تنه ساتونکى يې ټپيان شوي دي او په خپله ده ته زيان نه دى رسيدلى .د نوموړى موټر په دغه بريد کې ويجاړ شوى او د پېښې په اوړند څوک نه دي نيول شوي .نوموړۍ د کابل څخه د غزنى په لور روان وو .همداشان د پکتيا ولايت دولت پلوى دينى عالم مولوى زين الدين ناپيږانده وسله الو کسانو د شپې له خوا له خپل کور څخه ايستلى او بهر يې وژلى دى . ",د غزنى ولايت په مرستيال بريد شوي 2743,," د هغه اورلګيدنې له امله چې نن غرمه د جلال اباد ښار د ميا اسلم پلازا ته نږدې د لرګيو په يو سراى کې رامينځ ته شوه څه باندې ٢٠ دکانونه سوى او يو شمير موټرو ته زيان رسيدلى دى . اور لګيدنه تراوسه مرګ او ژوبله نه لري . د اوروژنې عمله او ځايي اوسيدونکى په خپلو هڅو زيار باسي د اور د پراخيدو مخنيوى وکړي . ويل کيږي اورلګيدنه د يو پطرولى جنراتور د ګرميدو له امله رامينځ ته شوې او ځايى اوسيدونکو ته يې ډير مالى زيان اړولى دى . ",دجلال اباد ښارد لرګيو سراى کې اور لګيدلى دى 2744,," د افغانستان چارو کې د ملګرو ملتونو د مشر ځانګړى استازى کريس الکساندر نن يوې خبرى ناستې ته وويل ، افغانستان کې ٢ زره وسله والې ډلې شته ، چې يو شمير يې د نيشه يى توکو له قاچاقچيانو او جنايتکارانو له ډلو سره تړاو لري او له ١٠٠ څخه تر ٢٠٠ پورې دغه ډلې دولت ګواښوى . همدا شان د افغانستان ددفاع وزارت مرستيال يوسف نورستانىنن خبريالانو ته وويل چې ټولې وسله والې ډلې به په راتلونکى يوکال کې بې وسلې شي . ",٢ زره وسله والې ډلې افغانستان کې شته 2745,," له يوې اوږدې مودې انتظار وروسته، د افغانستان قانوني ملي سرود له جوړونې وروسته په رسمي ډول وغږول شو. په هغو مراسمو کې چې د نوي ملي سرود دلومړنۍ رسمي غږونې په وياړ د افغانستان د فرهنګ او ځوانانو چارو د وزارت په تالار کې جوړ شوي وو، د ولسمشر کرزي دوهم مرستيال کريم خليلي، د کابينې يو شمير غړو، د ملي شورا استازو او نورو هيوادوالو ګډون کړی وو. د نوي ملي سرود شعر دپياوړي او وتلي شاعر عبدالباري جهاني دی چې کمپوز يې ببرک وسا جوړ کړی او د ښاغلي ډاکټر صادق فطرت ناشناس، استاد مهوش، شهنا او يو شمير نورو افغان سندرغاړو په غږونو سره په المان هيواد کې ثبت شوی دی. ",نوی ملي سرود په رسمي ډول وغږول شو. 2746,ميرويس جلالزي," دا نوی ملی سرو چی د يکشنبه په ورځ د افغانستان د فرهنګ او ځوانانو په وزارت کښی وغږول شو شعر يی د باری جهانی کمپوز يی د ببرک وسا او غږونه پکښی د استاد صادق فطرت ناشناس آرمان  او ميرمن افسانی دی چی په آلما کښئ يی يوه ډله نور ځوانان هم ملګری وو.افغان ولسمشر ملی سرود د يو والی او ملی هويت سمبول بللی ده.افغان ملی سرود د اساسی قانون د لوی جرګی يوه تر ټو له ستره لانجمنه موضوع وه.د ملی سرود شعر په دی ډول دی.دا وطن افغانستان دی دا عزت د هر افغان دی کور د سولی کور د توری هر بچی يی قهرمان دیدا وطن د ټولو کور دی د بلوڅو د ازبکو د پښتون او هزاره وو د ترکمنو د تاجکوورسره عرب ګجر دی پاميريان نورستانيان براهوی دی قزل باش دی        هم ايماق هم پشه يان دی دا هيواد به تل ځليږی لکه لمر په شنه آسمان په سينه کښئ د اسيا به لکه زړه وی جاويدان   نوم د حق مو دی رهبر   وايو الله اکبر وايو الله اکبر ",ملي سرود افغانستان ته را ورسيد 2747,بېنوا فرهنګي ټولنه - روهي ادبي بهير," د لوى خداى (ج) په نامه دارواښاد استاد اكاډميسن محمد صديق روهي د لسم تلين په مناسبت دعلمي غونډي کوربنو او مېلمنو ته ! زموږ د زړونو د تل پېرزويني او سلامونه ومنئ درنو دوستانو! ارواښاد استاد اكاډميسن محمد صديق روهي په شلمه پېړۍ كي د افغانستان په غېږ كي د علم پر ډګر هغه لوى مفكر، عالم ليكوال او عظيم انسان و چي د افغان فرهنګ مينان به تل ورباندي وياړيږي. خو زموږ لپاره د ډېر درد خبره دا ده چي زموږ دا لوى انسان د ډېرو نورو غوندي موږ نه دى پېژندلى، كنه نو د ده هغه ليكني چي د نړۍ د لويو_لويو ليكوالو ليكني اثار او افكار يې په خورا عالمانه، منطقي او مدللۀ توګه تر كره كتني لاندي نيولي او بيا يې خپل نظريات پنځولي دى، نو موږ دا دعوه كولاى شو چي استاد روهي د نړۍ په كچه يو لوى عالم و، كېداى شي چي زموږ دا دعوه د ځينو تنګ نظرو له خوا مبالغه وبلل شي، خو موږ دا ډاډ لرو، چي د دغه ډول درنو او علمي غونډو په ترڅ كي به د استاد روهي ځلانده علمي څېره د بې غوريو له دوړو او د زمان له ګردونو څخه راووزي او ټول د علم د كور د غړي به يې په رښتيا د يوه نړيوال څېړونكي او فرهنګي شخصيت په توګه ومني. موږ تاسو درنو پوهانو او د پوهي مينانو ته دا زېرى هم دركوو چي موږ په كندهار كي د ( روهي) په نامه يوه فرهنګي هسته رامنځته كړې ده چي د كندهار ټولي آزادي ټولني په كي راټولي دي او خپلو لويو ملي ارمانو ته د رسېدو لپاره يې لاسونه وركړي دي، هره پنجشنبه د ( روهي) تر بركتناك نامه لاندي سره راغونډيږي د كره كتنو او مشاعرو غونډي كوي او په دې هيله دي چي د دغه مبارك نامه تر اغېز لاندي د ده روښانه او وياړلي لار وڅاري او د پوهي او تفكر منزل ته ورلنډ شي. موږ له وخت څخه په ګټه اخيستو له ټولو درنو فرهنګيانو څخه دا هيله كوو چي پر دغه لار مو يوازي پرې نږدي او وخت ناوخت مو پخپلو غوره لارښوونو ونازوي، ځكه موږ ځوانان يو او بيا نو د افغانستان ځوانان، چي تر هر چا زياتي لارښووني ته اړ يو. نور مو نو مبارك شه دا وياړلې غونډه موږ په تاسو وياړو او تاسو مو د زړه ډاډ ياست   د خداى په امان د ( روهي ادبي بهير)  په استازيتوب بېنوا فرهنګي ټولنه   يادونه : په کندهار کي د انټرنټ تخنيکي ستونزو له کبله دغه پيغام پر وخت راونه رسېدی . موږ وبخښی ",د استاد روهي د لسم تلين علمي غونډي ته پيغام 2748,محمدخان سنګين - سويس," که څه هم په تېرو څو کلونو کي په مليارډونو يا په بل عبارت په زرګونو مليونه ډالره افغانستان ته يا ورکړل شوې او يا بهرنيو هيوادونو هلته خرڅي کړې ، خو په افغانستان کي لا تر اوسه پوري داسي يو بانکي سيسټم جوړنه شو چي په مليونونو بهر ميشت افغانان د هغه په مرسته په افغانستان کي خپلو کورنيو ، دوستانو ، ملګرو او خواخوږو ته نقدي پيسې واستوي . همدا ډول هغه سوداګر چي د عربي، اروپا يي او يا پرمختلليو اسيايي هيوادونو سره کوچني تجارتونه کوي ، او هلته په نقدو پيسو شيان رانيسي نو مجبور دي يا نقدي پيسې له ځانه سره يوسي  او يا د حوالې له لاري دا کار وکړي ، چي دواړه يې يو ډول ناقانونه او تاواني ډولونه دي . د اسعارو د تبادلې په برخه کي هم دغه ډول ستونزه شته . په افغانستان کي تر اوسه پوري داسي استانتيا د خلکو د پاره نه ده جوړه شوې چي بهرني سيلانيان اوهغه افغانان چي په کال کي يو يا څو ځله وطن ته سفرونه کوي په اساني سره پيسې تبادله کړي ، او يا لکه په پرمختلليو هيوادونو کي چي که څوک د يوه بانک کارټ ( بانکي حساب ) ولري نو کولای سي په ډېرو نورو هيوادونو کي د خپل بانکي کارت په مرسته سودا وکړي او هم د اړتيا په وخت کي له بانک او يا اتومات څخه نقدي پيسې ترلاسه کړي . هيله ده چي(  دافغانستان بانک ) او نور خصوصي بانکونه په دې برخه کي  دافغانستان په ټولو ولايتونو کي اسانتياوي رامنځته کړي . په دې کار سره به هم بانکوال ګټه وکړي او هم به هغه افغانان او بهرنيان کوم چي له بهر څخه افغانستان ته ستنيږي له ستونزو او کړاونو وژغورل شي . په دې په سويس کي د بېنوا ويبپاڼي يو لوستونکی خپل دسترګو ليدلی ( پر ورغلی )  حال داسي راسره شريکوي . محمدخان سنګين - سويس څو موده دمخه وطن ته ولاړم مالومه ده هرڅوک چه له بهر نه هواد ته ورشي نو دخپل مصرف او خپلوانو د کمک لپاره د پيسو بدلولو ته اړ وي ٠ په کابل کې د پيسو بدلولو وتلی نوم د شهزاده سرای دی کله چي هلته ننوتم نو لکه چه هلته ټولو وپېژاندم چه ژه دپېسو د بدلولوله پاره راغلی يم. ټول زما په شا او خوا راټول شول  چی داري؟ کلدار، دالر، اویرو٠؟ له مانه یې لار ورکه کړه چه لمړی له کوم یوه سره خبرې وکړم ٠ کله چه ما د اویرو نوم واخست نو هر یوه خپل نرخ راته  ووایه زما مخې ته يو ښوی ځوان چه ډېره لوکسه درېشي يې اغوستې وه له نورو نه ښه نرخ راکړ ٠ ما له ځانه سره وویل دا سړی خو سم سړی او باوري ښکارې نو مې ورسره هوکړه .دی مخ کې زه ورپسې ان دریم پوړ ته وختو٠ هلته ګورم چي دده یو بل ملګری هم ناست دی ماته دیې کېناستو ست وکړ او وې ویل زه به لاړ شم او تاته به زرګون لوټونه راوړم پیسې زياتې دي ستا دپاره لوی لوټونه ښه دي زه کېناستم . داسې چه زما او ده دملګري تر مینځ يو ټیټه کی مېز و کله چي دی راغی نو دزرګونو بنډل يې ماته راکړ دادي پنځوس زره ٥٠٠٠٠ کله چي ما وشماره پیسې ٥٠٠٠٠ نه بلکي ٤٩٠٠٠ وې ماوېل دا خو کمې دي تو مره پیسه ره پیسې ېې وشمېرلې او وې وېل راست مېګي اېنه يک هزار دیګه ماته ېې بنډل د پیسو راکړ او دمېز روک ( جابه )  ېې خلاس کړ او یو زرګون ېې راکړ ما چې وليد  یو زرګون چي کم وو هغه ېې راکړ نور نو د بیا شمېرلو څه ضرور ت نه و پېسې مې په جېب کې کېښودې او ورنه رخصت شوم . يوه ورځ وروسته مې پیسې چاته ورکړې کله چه هغه وشمېرلې ٥٠٠٠٠٠ نه بلکې ٤٠٠٠٠ وې زما هېڅ باور نه راته څو څو ځله مو پیسې وشمېرلې مګر همهغه ٤٠٠٠٠ وې زه پوه شوم چه هغه مهال چه دې غله له ما بنډل دپیسو دشمېرلو په پلمه واخست نو لس زره ېې په خپل روک ( جابه )  کې اچولې وې او بيا ېي له هغو نه زر بېرته راکړېوې او نورې د هغه په روک کې پاته وې .یوه ورځ وروسته چه هغه دوکان ته ورغلم نو په دوکان کې بل ځوک ناست وو او ویل ې چه دوی مونږ هېڅ نه پېژني .   ",دکابل په شهزاده سرای کي د اسعارو راکړه ورکړه 2749,استاد شيراحمد ( نظامي)," داستاد شيراحمد ( نظامي) ليکنه :  دا واضح خبره ده چې دنړۍ داوسني عصر انکشافات اودژوندانه په مختلفو ساحو کښې دغه سرساموونکي پرمختګونه دمتمد نو او مترقي هيوادونودښه او بريالۍ ښوونې او روزنې له فيضه څخه منځته راغلي دي . ددغو ساينسي او تکنالوژيکي وسايلو موډ رنتوب او پرمختګ ،ددوی د علمي څېړنو؛ دعلمي زده کړو او د علمي روزنو دﻻپياوړتيا لپاره د نويو ﻻرو اوسهولتونو زمينې برابرې کړي دي .ځکه نو ددوی علم او پوهه په چټکی سره مخ په وړاندې درومي او دژوندانه په هره برخه کښې يې سياسي،اقتصادي ،صنعتي او فرهنګي انقلابونه يې برياليتوب ته رسولي دي . ګرانولوستونکوته به يقيناَََ دا پوښتنه په زړه پوری وي چې دداسې ستراوحيرانونکی پرمختګ اصلي او اساسي دليل به څه وي ؟  که دنړۍ تاريخونو ته مراجعه وکړودا به راته جوته شي چې ددغه متمدنو هيوادونو خلګ د 1453 ميلادي کال څخه وروسته يعنې د رونسانس په دوره کښې له درانه فکري خوبه څخه راويښ شول . لومړی دخپلو هوښيارو زعيمانوترقيادت ﻻندې يې وحدتونه منځته راوستل .دوهم د مفــــــاهمې لپاره يوه ژبه يې ومنل ؛ اوپه دريم قدم کې دغوبيدارو ولسونو پتيلي ؤ چی دانسان دسعادت او نيکمرغۍ يوازنی ﻻره دعلم او فن زده کړه ده ، نود زده کړې ؛ ښوونې او روزنې په اړونده نه ستړي کيدونکي زيارونه او زحمتونه وګالل ؛ چې په نتيجه کښی يې ونړيوالوته د مخترعينواومکتشفينو دوياړلي نومياليو يوډير اوږدلست وړاندې کړل .  د همدغو د ريواساسي او بنيادي ټکو په برکت نن ورځ همدغه هيوادونه د اعلی علمي ،عالي فرهنګي، غښتلی اقتصادي او بريالي اجتماعي مدارجو او پوړوته رسېد لي دي .  خو په خواشينی سره ددريمې نړی هيوادونه په تيره بيا د ختيځې اسيا هيوادونه چې يو وخت د تمدن په عالي مد ارجو کې ؤ ؛ ناببره دغفلت په داسې يو ژورخوب کښېوتلی دی ؛ چې بيرته راويښيده يې د تصور څخه بهر دی ؛ او يا ښايي کومه معجزه غواري ؟!  دوی د ژوند انه دډګر په هره برخه کښې په تيره بيا د ښوونی او روزنې يا تعليم او زده کړې په برخه کې ؛ دنړۍدمتمدنو هــيوادونو په پرتله ؛ پېړۍ پېړۍ وروسته پاته شوي دي او هيڅ ډول سيالي ورسره نشي کولای . په نړۍ کښې د ښوونې او روزنې محققينو په دريمې نړۍ کښې دزده کړې ؛ ښوونې او روزنې د وروسته پاتېوالی عمده علتونه او عوامل داسې څېړلي دي :  1. د بې علمو او بيکفايتو زعيمانو د موجوديت له امله : ددريمې نړۍ په اکثرو هيوادونوکښې البته د تاريخ په اوږدوکې د حکومت او دولت په راس کې د بې علمو ،مرتجعو ،لاسپوڅېو، فاسقو ،ظالمو ، خونخوارو،ډيکتاتورو او فاشيستوزعيمانود بې پروايي او عدم توجه له امله د ښوونې او روزنې د ودې او انکشاف لپاره اقد امات نه دي شوي .  دغه ډول مشران او زعيمان دمداريانو په شان خپل اولس اوخپل ملت يوازې په تشو وعدو خوشحاله کوي . تاريخ ثابتوي چې دوی حتا د بيت المال او ملي خزانوشتمني دښوونې او روزنې په عوض د خپلو فاسد واغراضو او هوسونو لپاره لګولي دي .  2. دغير علمي حکومتونو او نظامونوله امله :  ددريمې نړۍ په ځينو هيوادونوکښې ددوامدار و کورنيو جـــنــګ جګړو او بي امنيتي له وجهې ؛ ياد حاکمانو د حاکميت د پايښت لپاره د جاسوسی ،ډيکتاتوری او دتملق پر بنياد نظامونه يې منځته راوستلي وي اود دولت چارې د بډو اخيستونکو ؛ رشوتخورومامورينو ؛خاينو پوليسواو اجير يا کرايي پوځ په ذريعه پر مخ بيايي ؛ چې د غلطو او جانبد اروقوانينو په موجوديت سره د حاکميت جلو د فاسدو د رباريانو؛ قوماندان سالار ياټوپکسالارو ،سردارسالارو اويا د نوابسالارو په لاس کښې وي .دوی په خپلو ويشل شوي علاقو( وزارتخانو،رياستخانو او دفاترو ) کښې مطلق العنا ن پاتې شوي وي ؛دوي دپرګــــنو دتعليم او زده کړې په غم کې ځکه نه وي چې دعلم زده کړه په خلګوکې شعور او پوهه پيدا کوي، او پوهه دد وی دمـا هيت د څرګــند ونې سبب ګرځي او بيا وروسته ازادی غوښتونکو نهضتونه منځته را ځي .  3. د دولت، حکومت او خلګوداقتصادي کمزورتيا له امله :  د د ريمې نړۍ په اکثرو هيوادونو کې د حکومت او خلګو د اقتصادي کمزورتيا له امله هم ښوونې او روزنې ته زياته پاملرنه نه ده شوې .ځکه په دغه هيوادونو کښې د معادنو او طبيعي ذخايرو د نشتوالی ،لږوالی او يا هم پټ پاتيوالی ؛د بي کيفيته صنايعو ، د نفوسو زياتولی ، د خلګو بيکاري اوبي روزګاري او د قيمو زياتوالی او ګـــراني ددغو هيوادونو اقتصادي اړخ شد يد اَ کمزوری کړی وی . بل شئ چې ددغه هيوادو نو اقتصاد کــمزورئ کوي د علمي او ميکانيزه کرهڼې نشتوالی دی . زراعت په دغه هيوادو نو کې ډير ساده او ابتد ايي بڼه لري ځکه نو بزګر ژز ستړئ کيږي ؛ ډيره مځکه نشي کرلی ، محصوﻻت يې لږ او ژوند يې خوار دئ او يا د مځکې دمحصوﻻتو يوازې 20٪ د بزګر او 80٪ د بي انصافو فيوډاﻻنو او زميندارو په ګد امو نوکښې ذخيره کېږي . ځکه نو بزګر مجبور شي چې خپل زامن له تعليم او زده کړې څخه وګرځوي او د خان فيوډال او زميندار په مزدوري يې و ګماري تر څو20٪ نور ورته وګټي اوتر بل فصله يې ګذاره په وشي . د صادراتو لږوالی او د وارداتو ډيروالی هم ددې هيوادونو د بنيادي اقتصاد د کمزورئ کولو يو بل ستر دليل کيدائ شي . په دغه هيوادونو کې ماشيني صنايعو دفني او ماهرو کارکوونکود نه موجوديت له امله وده نه ده کړې ؛ يوازې لاسي صنايعو د ابتد ايي شکل اود ناقصوالي له وجهې په نړيوال مارکيټ کښې د بهرنيو د اسعاو د د لاسته راوړلو لپاره بازار نه لري ؛ او که چيرې هم ويې لري ؛ نو ډيره ګټه يې د بې انصافو تجارو په جورجينو کښې تويږي . دا نو هغه سود اګران دي کوم چې د خپل غريب اولس دلابيوسه کولو په تکل کښې دي . دوی عمداَ داسې غير ضروري ،جعلي او نا قص شيان خپل هيواد ته وارد وي ،کوم چې په لږ وخت کښې ډيره ګټه په کښې وکړي .خومګردداسې يو توليدونکي فابريکې د واردولو په فکر نه وي کوم چې د ملت لپاره د يوې خوا د زده کړې او فني روزنې سبب وګرځي او خلګو ته دکار او روزګار زمينه مساعده کړي او دبلې خوا هيواديې د توليد اتو له نظره خود کفا شي ؛ تر څو نورد بهرڅخه د جعلي ، ګران قيمته ، کم دوامه اوناکاره توليد اتو واردولوته ضرورت پيدا نشي ، او يا د هيواد ځوان کاريګر ان يې نورو متمولو هيوادونو ته د خوارئ لپاره وﻻړنه شي . ددريمې نړۍ په ځينو هيوادونو کښې دمخدره موادو کاروبار دملي شتمنيو چور ، بې امنيتي ، غلا ، دا نسا نانو دپلورنې او د ما شو نو د قا چا ق کولو د بازارتودالئ ؛ ددغو هيوادونو نړيواال اقتصادي اعتبار له منځه وړئ وي ؛ او داسعارويا پولي واحدو ارزښت يې هم ورځ په ورځ له منځه ځي . 4. د مضحکورسم و روا جونو، عاداتو اود قيوداتو له امله: ددريمې نړۍ په ځينو هيوا دونو کښې د مختلفو طا ئفو ، قومونو او پرګنو په منځ کښې دمختلفو مذا هبو ، عقيدو ، رسموروا ج او ډو ل ډو ل قيوداتو هم د خلګود زد ه کړې او د علم د حاصلولو مخه نيولې ده. دمثال په توګه :  • دتربګنئ ، تربورګلوئ او سيالي له مخې دکورنۍ د ضعيف اقتصادي حالت برسيره تر اندازې زيات د اوﻻدونو زيږول . • دانجونو د تعليم سره مخالفت اويا شديد تعصب ښود ل او بې دليله يې هغه حرا م ګڼــل . • ملا ماتونکي ولورونه ، جهېز ونه ،شير بهاوې او طويانه اخيستل . • وښوونځۍ ته داستولو پرځای په کوچني عمر د خپلو اوﻻدنو (انجونو) ودو ل يا ( هلکانو ) ته واده کو ل . او حتا د صغيرو انجونو او هلکانو په لمنه کې جنسي تيرئ او داسې نور مسايل ددې باعث ګرځيدلئ دئ چې په پرګنو کښې ټولنيز ډا ډ او اعتبار له منځه وﻻړسي او د ليک لوست او زده کړې دروازې وتړلې سي .   5 . دشديدغربت اوروغتيايي بحرا ن له امله : په تاسف او خواشينی سره چې ددريمې نړۍ په اکثرو هيوادونو کښې د نفوسو زياتوالئ ، دوالدينو بيسوادي او د تعليم سره د هغوی بي علاقه ګي ، دبيکاري زياتوالئ ، دکثا فاتو ډيروالی ، دډول ډول مرضونو شايعوالی او داسې نور مسا ئل ، چې يو د بل زيږنده مسائل دي ؛ په دغه هيوادونو کښې د ښوونې او روزنې د وروسته پاتيوالي يو بل ستر سبب ګرځيدلئ وي .  6.. د ښوونې او روزنې دناقص سيستم له امله :  په تاسف او خواشينی سره چې ددريمې نړۍ په اکثرو هيوادونو کښې د نفوسو زياتوالئ له امله او د حکومت او دولت داقتصاد دضعيفوالی له وجهې ، دښوونځيو د نشتوالی ، لږوالی او ليريوالی له يوې خوا او دبلې خوا دمسلکي ښوونکو او مسلکي اداره چيانو نشتوالی يا لږوالی او يا برخلاف د غير مسلکي او بي کفايتو ښوونکو او محافظ کارو اداره چيانو موجوديت او ډير والی؛ دناقصو او نامکملو تعليمي نصابونو ، مختلفو تعليمي نصابونو ، سياسي او يو اړخيزو تعليمي نصابونو او حتا د بهر څخه صادر شوي تعليمي نصابونو ال امله چې داړونده ټولنو اړتياوې نشي پوره کوﻻی ، د دريمې نړۍ په هيوادونو کښې د ښوونې او روزنې د وروسته پاتېوالې ستر او عمده عوامل بلل شوي دي . (والسلام ) ", د دريمې نړۍ د هيوادونو دښوونې او روزنې حالات 2750,," د افغانستا ن لومړنى ولايت د ځمكې له لارې له نړي سره ونښلول شو د نړيوالو مخابرو په قيمت كي به كموالي راشي   نن چهارشنپه د ۱۳۸۵ لمريز كال د غوايي د مياشتې پر څلورمه نيټه د تيلي كميونيكيشن د نړيوالې ورځې په درشل كې د هرات په ښاركې دوه ارزښتناكې مخابراتي پروژې بشپړې او په كار واچول شوې. په هغو مراسمو كې چې نن په همدې مناسبت د هرات په ښار كې د افغانستان د مخابراتو د وزير جلالتمآب انجينر اميرزي سنګين ، د ايران د مخابراتو د وزرات مرستيال ، د هرات والي سيد حسين انوري ، د مخابراتو وزرات تخنيكي معين محترم انجينر بريالي حسام او نورو زرګونو تنو د هرات خلكو په ګډون جوړشوي وو، لومړى د ايران –هرات د نوري فايبر پروژه چې دايران هيواد له مشهد نه دهرات تر دوغارون پورې غزېدلې او دايران هيواد د دولسولكو امريكايى ډالرووړيامرستې نه بشپړه شوې ده ، په كار واچول شوه. ورپسې په هرات ښار كې د(۱۰۰)سلو پايو ټولګټو ښاري تيليفونونو پروژه چې دا هم ددوست هيواد ايران اسلامي جمهوريت له وړيا مرستو نه بشپړه شوې ده ،دپټۍ په پرېكولو اوتيليفوني اړيكې په نيولو سره پرانيستل شوه. په يادوشوو مراسمو كې لومړى هرات والي سيد حسين انوري راغليو ميلمنو ته هركلى ووايه،او بيا دمخابراتو جلالتماب وزيرانجينيراميرزي سنګين ديوې وينا په ترځ كې په افغانستان كې دمخابراتي خدمتونو ودې ته په اشارې سره ، د افغانستان د بيا رغونې په بهير او په ځانګړي ډول د مخابراتي سيستم په بيا رغولو كې ددوست هيواد ايران اسلامي جمهوريت د مرستو او لاسنيويويادونه وكړه او هغه يې وستايلې. دمخابراتو وزير هيله څرګنده كړه چې كله د هرات نوري فايبر له كابل سره وصل شي نو د نړيوالو مخابرو په قيمتونو كې به د پام وړ كموالى راشي. او په هرات كې به د هر ډول غږ،تصوير او تلويزيوني خپرونو د ځمكني ليږد امكان رامينځته شي،همداراز به د چټك انترنيت د لرلو امكان هم رامنځته شي. ورپسې د ايران اسلامي جمهوريت د مخابراتو د وزارت معين وينا وكړه او وې ويل چې ددې دوه پروژوتطبيق د افغانستان د بيا ودانولو په بهير كې د ايران د لوري د ژمنتيا نښه ده، او زياته يې كړه چې هيواد به يې د افغانستان د بيا رغولو په بهير كې لا كارنده برخه واخلي. ټاكل شوې ده چې يو شمير نور ټولګټي ښاري تيليفونونه په نيژرې راتلونكې كې د مزارشريف او كندهار په ښارونو كې هم نصب اړ فعال شي. ",هرات د ځمكې له لارې له نړي سره ونښلول شو 2751, عبد الاحد پېغام,"   داڅنګه ليوني دي مشاْ لونه وړي په لاس كې په سپينه رڼا ورځ چې څراغونه وړي په لاس كې  دګل دلمبو غېږته په شبكورو سترګو ورشي داڅاڅكي دشبنم چې خپل سرونه وړي په لاس كې  يوه شيبه يې اوښكوكې دمرګ تصوير ته ګوره غاټول غوندې دوينوګريوانونه وړي په لاس كې  قربان له داسې ښار شم چې يې هرسړى عاشق دى منصور دى يامجنون دى ځنځيرونه وړي په لاس كې  داڅوك دى چې ماوژني اوپه ما باندي مين دى داهغه جادوګر دى چې اورونه وړي په لاس كې  دازما ليونى خيال دى كه دلمر په مخ مين شوم چې ذهن مې دستوروكاروانونه وړي په لاس كې ۱۳۸۵كال دثور دمياشتې لسمه نيټه ", غزل 2752,كليوال,"  دكليوال په قلم  څو ورځې وړاندې د بينوا په پښتو ويبپاڼه كې د جغتو مهالنۍ دنورو يو لړ غوره ليكنو په لړ كې د ميدان وردګو د ولايتي بيا رغونې پر بهير او محلي ادارو پر كړنو ګوتنيونې درلودې، چې ورپسې بيا د ميدان وردګو د والي او نورو چارواكو په دفاع د جغتو د مهالنۍ پرګوتنيونو يوه انتقادي ليكنه خپره شوه، دوهمې ليكنې نور حساسيتونه راوپارول او دوه درې ځوابونه پسې راغلل. دې پرلپسې ليكنو دې ته اړ كړم چې څو كرښې په دې موخه تورې كړم چې كه خپل دغه ټول درانه ښاغلي له دې ((ناندريو)) نه را ايسار كړاى شم چې د زړه بديو نه پرته ښايي نوره داسې د پام وړ پايله ونه لري چې څوك پرې ښاد شي. په دې باب زما لومړۍ ګيله له و. د ساپي څخه ده، ځكه چې د مطبوعاتو او بيان د آزادي پر اساس (جغتو) مهالنۍ د انتقاد حق درلود. موږ چې وايو خپرونې نن د دولت څلورم ركن دى، همدغه يې مسووليت اودنده ده چې د چارواكيو كمزورۍ په ګوته كړي، يا د لاغوره والي لپاره ځانګړي وړانديزونه ولري. كه فرضاً د جغتو د مهالنۍ نيوكې اويا اعتراضونه بيځايه واى په داسې الفاظو او لهجه يې مستدل ځواب وركړى واى چې د خپرونې اوليكوال عزت او وقار پكې خوندي واى د ښاغلي و.د ساپي ځوابيه ليكنه پردې سربيره نور هم ډيره سطحي وه اوله ولايتي چارواكو څخه چې كومه ننګه شوې وه هغه تر ډيره حده ((بده ننګه)) وه. زما باور دى چې دا د ((اوښ پر شا سپي وخوړ)) د ليكنې د ليكوال شخصي احساسات دي چې والي ښاغلى نعيمي او نورو چارواكي پرې خبر هم نه دي. د و.د ساپي په ځواب كې راغلې نورې ليكنې كه څه هم طبيعي غبرګون دى، خو دغو ښاغليو هم له يوه اصل څخه پښه اړولې ده، زموږ د ستر پيغمبر ارشاد دى چې تاسو له چاسره دوستي او يا دښمني له نياو او عدالت څخه لرې نه كړي، دغو درنو دوستانو د و. د ساپي د ليكنې په غبرګون كې د زړونو بړاس پر والي ښالي عبدالجبار نعيمي تش كړى دى، كه څه هم نوموړى له انتقاد هيڅكله هم اوچت نه دى، هيڅ انسان له كمزوريو خالي نه وي. وروره! كه ناخوالې شميرو ښايي له شمير وتلې وي، دغه خبره هسې شعار نه دى چې د ديرش كلونو ويرانې په دې لنډه موده كې نه رغيږي، واقعيت همدغه دى، له بله پلوه نن زما او ستا د هېواد په ټول نظام او اداره درسته نړۍ همدغه نيوكه كوي چې فساد پكې دى، موږ كه د يو چا په باب قضاوت كوو نو دغه ظروف او شرايط ټول بايد په پام كې ونيسو، كه چيرته قاضي رشوت اخلي، كه چيرته د امنيې قوماندان او ... چيرته بل كوم مامور دنده نه اجرا كوي ددې ټولو پړه به هغه مهال د يوه تن – ((والي اويا ولسمشر)) پر اوږو واى چې موږ د يوه بشپړ اصولي اداري نظام خاوندان واى. په دغسې وضع كې د يو چا په باب دا قضاوت چې څه رول لري مثبت او يا منفي تر ټولو مهم ټكى دا نشي كيداى چې څومره كارونه يې كړي او څومره پاتې دي؟ دلته دقضاوت اصلي معيار بايد دا وي چې څومره د كار جذبه او هوډ لري، څومره د وطن د جوړولو په فكر كې دى اويا برعكس وخت يې په عياشيو او چكرونو كې تيريږي او يا د ډالرو په راټولولو كې! كه د ميدان وردګو اوسنى والي په دې معيارونو ارزوو وبه يې وينو چې د څه كولو جذبه او اراده لري، بس همدغه موږ غنيمت بولو، راځئ ټول ښې مشورې وركړو، ستونزې ورپه ګوته كړو او راځئ موږ پخپله لاس په كار شو او خپل چارواكي د ((درباري غوړه مالانو)) له شر څخه وژغورو چې غافل اومغرور يې نه كړي، خو په خدمت يې وستايو چې د نورو خدمت حوصله وركړي. له ټولو درنو قلموالو نه مې وروستۍ هيله داده، چې نور دې بې خونده بحث ته د پاى ټكى كيږدي. درنښت ",د جغتو مهالنۍ د نيوكو پر غبرګونونو يو څو يادونې 2753,عبدالله شاه ژوندون,"    په فرا ه ولايت کې د ( ژمنه ) په نامه لومړنۍ پښتو مجله چاپ شوه د فرا ه رود ادبي او کولتور ي ټولنه چې څو مياشتي وړاندي يې  د فرا ه په ولايت  کې رسمي کار پيل کړ ،لومړئ قدم  يې د  د ژمنې په نامه  د مهالنۍ مجلې چاپ وو چې د روان کال د غويي د مياشتي په۲۲نيټه له چاپه راووته که څه هم نوموړې مجله له ساده پښتۍ او کمو مطالبو سره په  ۱۲ مخونو کې چاپ شوه خو د فراه غوندي په ولايت کې چې تر اوسه يې  کومه پښتو خپرونه نه  درلوده زياته ده . ديادونې وړ ده چې په نږدې راتلونکې کې  به په فرا ه ولايت کې  د فراه رود ټولني لخوا يوه غونډه هم جوړه شي . ",په فرا ه کې هم پښتو مجله چا پ شوه 2754,عبدالله احسان," د استاد د لسم تلين دغه پوهنيزه غونډه چي تر يوسل پنځوس زياتو د اروپا د بلجيم ، هالنډ او انګلستان څخه د افغاني کلتوري ټولنو مشرانو ، استازو ، پوهانو او دارواښاد استاد روهي د قلم او فکر مينه والو پکښي راغونډ شوي وه  د افغانستان د کلتوري ودي ټولني  عبدالله احسان  -  مونشن ګلادباخ ( جرمني ) دجرمني د مونشن ګلادباخ په ښارکي (د۲۰۰۶ زېږديزکال د می پر ديارلسمه ) د افغانستان د نوميالي ليکوال ارواښاداستاد محمد صديق روهي د لسم تلين له امله علمي غونډه جوړه شوه . د استاد د لسم تلين دغه پوهنيزه غونډه چي تر يوسل پنځوس زياتو د اروپا د بلجيم ، هالنډ او انګلستان څخه د افغاني کلتوري ټولنو مشرانو ، استازو ، پوهانو او دارواښاد استاد روهي د قلم او فکر مينه والو پکښي راغونډ شوي وه  د افغانستان د کلتوري ودي ټولني او په مونشن ګلادباخ کي د افغاني کلتوري ټولني له خوا په ګډه جوړه شوې وه  د ارواښاد کانديد اکاديميسين محمد صديق روهي پر ژوند او علمي هلو ځلو بېلابېلي ويناوي او مقالي وړاندي شوې . داجنډا سره سم  د المان هيواداو بېلابېلو اروپايي هيوادونو څخه پوهانو ، ليکوالو او د کلتوري ټولنو مشرانو / استازو او اروپامېشتو افغانانو  د مازيګر پر څلورو بجو د استاد پر مزار د ګلانو توديعي ګېډۍ کښېښودې او د هغوی پاک روح ته يې دعا وکړه . ددې غونډي چلوونکی ښاغلی عاشق الله غريب  و . او نوموړي تر هغه وروسته چي دغونډي د برخه والو له خوا د قرآن کريم سپارې ختم کړل شوې د ملامحبت اخند څخه هيله وکړه تر څو دقرآن کريم خاتمه ووايي . د خاتمې ويلووروسته د غونډي برخه والو د ارواښاد استاد روهي پاک روح ته د دعا لاسونه پورته کړه  . تر دې وروسته د يو شمېر ټولنو له خوا رارسېدلي پيغامونه ولوستل شوه او وروسته دارواښاد استاد روهي د ژوند او کار په اړه د څېړنيزو مقالو ، يادونو او خاطرو برخه پيل شوه . ويناوال : اغلې انجنير جميله عمر دافغانانو دکلتوري ټولني پيغام ، ښاغلي محمداجان يار د افغانستان د کلتوري ودي ټولني پيِغام ، ښاغلي نجيب احمدزي په بلجيم کي د افغانانو دکلتوري ټولني پيغام ، پوهنمل رحمت ګل ځواکمن په هالنډ کي دافغاني کلتوري ټولني پيغام ، ښاغلي سعادت ملکوت ازاد د افغانانو دکلتوري پرمختيا دټولني پيغام ، ښاغلی عبدالروف خپلواک د ارواښاد استاد روهي سره خپل تېر يادونه ، خاطرې او د هغوی علمي او سياسي ژوند ته لنډه کتنه ، تنکۍ زرغونه شينوارې يو ښکلی شعر  واوراوه، دانګلستان هيواد څخه راغلي مېلمه ښاغلي اکبر کرګر دارواښاد استاد روهي په باب ليکلې شوې مقاله ، ښاغلي کاؤن طوفاني شعر ، ښاغلي احمدشا امين په مونشن ګلادباخ کي د افغانانو دکلتوري ټولني په استازيتوب پيغام ، ښاغلي نصير ستوري دخپل ارواښاد ښاغلي ډاکټر کبير ستوري  هغه مقاله کومه چي ارواښاد ډاکټر ستوري په دې وروستيو کي ددې علمي غونډي له پاره ليکلې وه . ښاغلي کريميان په پاړسي ژبه څولنډي خبري وکړې او بيا يې د استاد اصف باختري هغه شعر ولوست کوم چي د ارواښاد استاد روهي په ياد کي ليکل شوی و ، همدا ډول ښاغلي کريميان وويل چي ارواښاد استاد روهي يوازي د پښتو ژبي او پښتنو استاد روهي نه و ، بلکي استاد روهي په افغانستان کی د تاجک ، هزاره ، او ازبکو په زړونو هم ځای لري ، او ارواښاد استاد ته دا ټول يو افغانان وو . او هغه له ټولو هيوادوالو سره مينه  درلوده . ليکوال او کره کتونکي ښاغلي زرين انځور خپله ليکلې شوې مقاله ونه لوسته ، خو د ارواښاد استاد روهي او د هغوی د ژوند اثارو او دهغوی پر ارزښت وږغېد  . او خوښي يې څرګنده کړه چي (( د ارواښاد استاد روهي  جنازه پسله لسو کالو دخپل هيواد ( خپلي مور غېږي ته لېږدول کيږي ). ښاغلي زرين انځور دهغو دوستانو نومونه هم ياد کړل چاچی د ارواښاد استاد روهي د جنازې په لېږدولو کي مالي مرسته کړې وه ، ښاغلي زرين انځور وويل چي دا کار د ارواښاد استاد روهي د کورنۍ په غياب کي شوی دی ، لامل يې دا څرګند کړ چي استاد روهي يوازي دهمدغي يوې کورنۍ استاد روهي نه دﺉ ، هغه د ټول افغانستان او د ټولو افغانانو استاد روهي دﺉ  )) . د ارواښاد استاد محمدصديق روهي ددې علمي غونډي تر ټولو وروستۍ مقاله د کاناډا هيواد څخه د ښاغلي پروفيسر خالق رشيد وه  چي ښاغلي ډاکټر شېرولي شېر ولوستله . بايد يادونه وشي چي  د ارواښاد استاد روهي جنازه لس کاله پخوا په جرمني کي د امانت په توګه خاورو ته سپارل شوې وه   اوس به د می پر اوولسمه نېته له جرمني څخه ، خپل هېواد ته لېږدوله کېږي . جنازه به د می پر اتلسمه د پنجشنبې په ورځ  د سهار له خوا کابل ته او له هغه ځايه خوست ته لېږدوله کېږي اوپه همدغه ورځ د مازيګر پر څلورو بجو به په خوست کې خاورو ته سپارله کېږي .  ارواښاد استادمحمدصديق روهي       د غونډي نور عکسونه ددې کرښي په کښېکاږلو لېدلای شی   ",د ارواښاداستاد روهي لسم تلين ( پوهنيزه غونډه ) 2755,," د ۲۰۰۶ زېږديز کال د می د مياشتي پر څوارلسمه نېټه يو شمېر اروپا مېشتي فرهنګپال او فرهنګيان دارواښاد ډاکټر کبير ستوري  پاک روح ته د دعا له پاره د نوموړي کورته ورغلل . د ۲۰۰۶ زېږديز کال د می د مياشتي پر څوارلسمه نېټه يو شمېر اروپا مېشتي فرهنګپال او فرهنګيان دارواښاد ډاکټر کبير ستوري  پاک روح ته د دعا له پاره د نوموړي کورته ورغلل . دارواښاد ډاکټر صاحب کبيرستوري پاک روح ته د په دعا او غمرازي کي  په  لندن  کي د افغان ادبي بهير په استازيتوب  ښاغلي افضل ټکور او اکبر کرګر ، په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني په استازيتوب ښاغلي نظيف تکل او ښاغلي حسن شور او ښاغلي زغرد ، په بلجيم کي دافغانانو د کلتوري ټولني په استازيتوب ښاغلي نجيب احمدزی او ښاغلي حاجي امين باوري ، په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنود ګډي جرګې مشر ښاغلي زرين انځور ، شاعر او ليکوال ښاغلي اکبر بري او د بېنوا فرهنګي ټولني په استازيتوب عبدالله احسان برخه اخستې وه .   ",یو شمیر فرهنګپال د ارواښاد ستوري غمرازي ته ورغلل 2756,," افغان دولتى چارواکو ادعا کړې چې د يو لړ تصفيوى عملياتو په ترځ کې يې د کندهار د پنجوايى ولسوالۍ د زنګ اباد سيمه کې ١١ تنه طالب جنګيالى وژلى دى . دکندهار ولايت وياند محمدداود احمدى نن يوې خبرې ناستې ته وويل ، ٤ تنه دولتى پوليس ټپيان شوي او ٤ تنه نور وژل شوي دي ،او د مخالف جنګياليو ٣ مړى هم د وياند په وينا د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي .د طالب جنګياليو يو وياند قاري يوسف د دولتى چارواکو خبرې ناسمې بولى او وايى ١٢تنه پوليس يې د جګړې په بهير کې وژلى او ٤ تنه يې ژوندى پلويانو وړى دى . طالب وياند يوازې د يو طالب د مړينې او٣ نورو د ټپى کيدو خبره کوي او وايى ٢ دولتى موټر يې هم د پلويانو لاس ته ورغلى دي . په سيمه کې عينى شاهدانو د سختې جګړې پخلۍ کړى دى .دغه جګړې څه باندې ٣ ساعته دوام کړى دى . ",کندهار کې ٤ پوليس او ١١ طالب جنګيالى وژل شوي 2757,," ناپيږانده کسانو تيره شپه دوردګو ولايت د تنګې په سيمه کې د نجونو يو ښوونځى په توغندى ويشتلى ، چې ودانۍ او د ټولګيو هيندارو ته يې زيان رسولى دى . د بريد پړه چا په غاړه نه دى اخيستى او نه يې په تور څوک نيول شوي دي. ",د نجونو يو ښوونځۍ په توغندى ويشتل شوي 2758,," طالب جنګياليو د زابل د سيورى او دپروان د غوربند ولسواليو کې په دولتى چارواکو باندې د بريد ادعا کوي او وايې تيره شپه يې د يو وسله وال بريد په بهير کې د سيور ى ولسوالۍ کې ٤ دولتى پوليس وژلى او امريکايانوته يې د جاوسوسى په تور قلات ښار ته نږدى د حميدالله په نوم د سيمې يو اوسيدونکى وژلى دى . همداشان طالب جنګيالى ادعا کوي چې د پروان د غوربند ولسوالۍ د ملى امنيت د ادارې مشر( دولت خان ) يې د ماين په چاودنې سره وژلى او دوه نور ملګرى يې ټپيان کړي دي . ددغو بريدونو او وژنو رسمى پخلۍ تر اوسه نه دى شوى او په زابل کې د پوليسو مشر د طالب جنګياليو خبرې دروغ بولى . ",زابل او پروان کې مرګ او ژوبله 2759,," کندهار کې د ولايت وياند داود احمدى بينوا سره نن په خبرو کې ادعا وکړه چې په ١١ وژل شوو طالب جنګياليو کې په کندهار کې د طالبانو وتلى قوماندان ملا عبد الباقى ، ملا فدا محمد او ملا عبد المنان چې په ډيرو چاودنو، ځانمرګو بريدونو او وژنو کې يې لاس درلود، شامل دي . دغه درنده جګړه پرون د کندهار د پنجوايى ولسوالى د زنګ اباد سيمه کې د افغان دولتى پوليسو او طالب جنګياليو تر مينځ وشوه . داود زياته کړه دوه تنه طالب قوماندانان ملا ابراهيم او ملا شرف الدين پوليسو نيولى او د ملا باقى مرستيا ل عزيز اغااو حافظ حسن ټپيان شوي دي . له نيول شوو کسانو څخه اوس مهال تحقيقات روان دي . ده وويل د جګړې په ترځ کې دپنجواى د جنايى پيښو د مشر په ګډون٥ تنه پوليس مړه او ٨ تنه ټپيان شوي دي او په سيمه کې تصفيوى عمليات دوام لري . په دغه جګړه کې يوازى د پوليسو ځواکونو برخه اخيستې ده .طالبان وايى يوازې يو کس يې مړ شوى دى . ",د طالب جنګياليو وتلى قوماندانان وژل شوي 2760,," ميدان ښار-ويسا: دميدان وردګوولايتي چارواكيو ددې ولايت په حدودو كې دطلوع تلوېزيون او ځينو نوروخپرونو هغه خبرونه ناسم وبلل چې ګواكې په `دوراني ` او سالارو كې پر امريكايي ځواكونو او دغزني پرولايتي مرستيال بريدونو شوي دي. دوى په يوې ترديدي اعلاميه كې وايي چې شر خوښوونكيو په`توب دښته` او دجلرېز په ولسوالۍ كې ماينونه ايښي وو، خو په كومه بڼه چې دغه خبرونه خپاره شول چې نيم ساعت جګړه شوې او يا دوه موټر له منځه تللي دي، ټول دروغ دي. خپرونې دډيموكراسۍ داصل له مخې مسووليت لري چې خبرونه تاييد كړي. ولايتي چارواكيو ټينګار كړى چې په ولايت كې امنيت ښه ټينګ او دبيا رغونې پروسه ډاډمنه او چټكه روانه ده.     ۲۵ ثور ۱۳۸۵ ويسا ",دوردګو په ولايت كې دبريدونو خبرونه دروغ دي 2761,میرویس جلالزی,"  د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چي د هندي انجينير د وژني په قضيه كښئ  هغه رپوتونه چي د مطبوعاتو له خواه خپاره شوي سم دي د بهرنيو چارو وزارت وياند نويد احمد موعض دا ټكي په كابل كښي د ۲ شنبه په ورځ څرګند كړ. هغه وويل  چي كه دا موضوع لا روښانه شي چي هندي انجينير سوريا ناريان د پاكستان د استخباراتي اداري اي اسي اي په دستور وژل شوي وي نو دوي به سخت ناراضه شي او بيا به له پاكستاني لورو سره پري خبري وكړي. سوريا ناراين څه موده وړاندي د زابل په ولايت كښئ وتښتول شو چي وروسته يي بيا بي سره مړي وموندل شو. له كابل نه خپريدونكي يوي تلويزيوني شبكي په زابل كښي د مولوي حقاني نومي كس نه په نكل خبر وركړي وو چي سوريا نارای  پاكستان د استخباراتي اداري اي اس اي په مستقيمه اشاره له مينڅه وړي ده . ", د هندي انجينير په اړه د مطبوعاتو را پورونه سم بلل شوي 2762,ميررويس جلالزي," په افغانستان كښي د ملګرو ملتو د  خوړو او كرهني سازمان مدير تاج يون وايي دا اندازه به ډيره وچته وي خو بيا هم ۵۰۰ زره ټنه غنمو ته اړتيا ليدل كيږي چي ۱۰۰ زره ټنه به يي د ملګرو ملتو د سازمان له خواه برابر شي. نوموړي د غنمو د توليداتو د كچي لوړ والي د اصلاح شويو تخمونو ويشل او بزګرانو ته د سمو كرهنيزو شرايطو برابرول په ګوته كړل. ",افغانستان به په راتلونكي كال كښي څلورنيم مليونه ټنه غنم 2763,ميرويس جلالزي,"       دا افغان كډوال چي شميره يي۴۱تنو ته رسيږي د نوموړي هيواد له چارواكو غواړي تر څو دوي ته په دي هيواد كښي د پاتي كيدو اجازه وركړي. د ايرلند د عدليي چارو وزير ميشايل مك دويل وويل د افغان كډوالو د نخوړلو اعتصاب په هيڅ ګته ونكړي او اوس افغانستان آرم ده نو هر څه ژر بايد دا كډوال خپل هيواد ته ستانه شي. د كډوالو د نخوړلو دا اعتصاب د يكشنبئ په  ورځ پيل شوي او تر اوسه هم دوام لري. په دي اړه تر اوسه افغان حكومت خپل غبرګون ندي ښولي. ",په ايرلند كښي افغان كډوالو د نخوړلو اعتصاب كړي 2764,ميرويس جلالزي," په ملي شورا كښي د فراه د خلكو استازي ملالي جويا وروسته له هغه چي يي تيره  اوني په پارلمان كښئ له ځينو وكيلانو سره اړيكي نا سمي شوي وايي  چي دا له سترو ګواښنو سره مخ ده او له هغي ورځي وروسته كله شپه په يو او كله هم په بل كور كښي تيروي. اتويشت كلنه ملالي  جويا وايي دا مجاهدينو ته درناوی لري ځكه يي پلار هم په جهاد كښي خپله پښه له لاسه وركړي خو هغه كسان چي  د دي په وينا جنګ سالاران او د كابل د ۶۰ زرو تنو په وژنه كښي لاس لري بايد محاكمه شي. ملالي جويا چي په وروستي ځل په پارلمان كښي دبوتلو موخه وګرزيده وايي د دي دريځ به د جنګ سالارانو په وړاندي په همدي ډول روان وي او تغير به ونه مومي . نوموري په كال ۲۰۰۳ كښي د اساسي قانون په لويه جرګه كښي هم ځيني كسان د خپلو خبرو ښكار كړل او وروسته بيا نوموړي د مجاهدينو د مشرانو له خواه د لوي جرګي له خيمي وتلو ته اړ شوه. ",ملالي جويا بي كوره شوه 2765,," په کابل کې د ملي المپيک د ورځې په وياړ د پيل شويو لوبو په لومړۍ ورځ د ارمان افغانستان لوبډلې وکړای شول يو د صفر په وړاندې پايلې سره د پاکستان د سرحد ايالت فوټبال لوبډلې ته ماته ورکړي. دا لوبه چې د کابل ښار په ورزشي لوبغالي کې نن ماځيګر ترسره شوه، د ننداره چيانو له ولولو سره بدرګه شوه. ددې لوبې يواځينی ګول علي نومي لوبغاړي وواهه. دا له يوې ډيرې مودې راهيسي په پلازمينه کابل کې له بهرنيو فوټبال لوبډلو سره د افغان لوبغاړو لوبې دي چې افغانان يې پايلو ته ناکراره دي. سبا به ددې جام دوه نورې لوبې هم ترسره شي چې په هغو کې به اميد کابل لوبډله د تاجيکستان او د پاکستان لوبډله به له ايران سره خپل بخت وازمايي. د يادونې وړ ده چې دا لوبې د ملي لوبډلو په کچه نه ترسره کيږي. په دې جام کې د افغانستان، پاکستان، تاجيکستان او ايران هيوادونو فوټبال لوبغاړي د لوبو په ډګر کې يو له بله سيالي کوي. ",د افغانستان فوټبال لوبډلې پاکستانۍ لوبډله ماته کړه. 2766,," كندهار: دوشنبه، غرمه يوولس بجې  په شاولي كوټ  ولسوالي كي پر  ايتلافي ځواكونو مين  چاودلى دى چي دوه تنه كاناډايان پكښي زخميان دي، د ايتلافي ځواكونو وياند ميجر اينس په يوه مطبوعاتي كنفرانس كي وويل چي پلټني يې پيل كړي دي، خو د پيښي په تور يې تر اوسه څوك نه دي نيولي، نوموړى وايي چي زخميان يې د كندهار هوايي ډګر ته د درملني لپاره وړي او حالت يې د ډاډ وړ دى. ",په شاولي كوټ كي پر ايتلافي ځواكونو چاودنه سوې 2767,," حضرت بهار + خوست د يو كرولا ډوله موټر د سړك څخه د خطا كيدو له امله يو تن ووژل شو او د موټروان په ګډون اووه تنه ټپيان شول دغه پېښه د اسماعيلخيلو او مندوزيو ولسوالى د شډل په سيمه كې په لوي سړك هغه مهال رامنځ ته شوه چې ګڼ شمير موټر د واده د مراسيمو په وخت كې په هغمه سړك باندې په چټګۍ سره تيريدل دا په داسي حال كې ده چې د شنبې په ورڅ يعقوبيو ته غزيدلى په نوي پوخ شوي سړك باندې هم د دوه موټر د ټكركيد له امله يو تن ووژل شو او دوې نجلۍ ټپيانې شوي ",په خو ست كې يو تن ووژل سو او اوه تنه نور ټپيان شول 2768,انجينرموسی جان," اوس قافلې دې بې خطره درومي                           مونږه په لارکې مشالونه بل دي  ديپلوم انجينرموسی جان  دنن نه لس ،کاله وړاندې دهيواد وتلی ادبي اوفرهنګي شخصيت محمدصديق روهي پداسې حال کې ،چې په افغانستان کې دکورني ورور وژونکي جګړې اورونه په هرځاي کې بل ؤ په جلا وطنۍ (دجرمني په هيواد کې دهغې ناروغۍ له کبله ، چې ده ته ورپيښه  شوي وه په حق ورسيد او دده دمرګ غمجن خبردخبري سرچينوله لارې په ټوله نړۍ کې کې خپورشو اوددنياپه ټولوخورو وروملکوکې په هيواد اوخپل فرهنګ مينوافغانانو دده دمرګ خواشينوونکي خبرزموږ دټولنې اوفرهنګي چاپيريال دپاره يوه لويه اونه جبران کيدونکي پيښه وګڼله ، چې په هغه وخت کې دشرايطو دغوښتنې سره سم په موقت ډول دده جنازه په جرمني کې خاوروته وسپارل شوه ٠ پداسې حال کې ، چې اوس په افغانستان کې دسولې دنړيوالوقوتونوپه مرسته نسبي سوله اوثبات رامنځ ته شوي ده اوپه هيوادکې دعلمي اوفرهنګي ودې دپراختيالپاره مساعدشرايط شته ، داستادمحمدصديق روهي اودده دلوړفرهنګي شخصيت دپيژندني اوله دې لارې دهيواداوپه خاصه توګه دخوست ولايت دځوانانو دروزنې اوفرهنګي استعدادونو دراغوړيدوله پاره دزيات اهميت نه ډک کاردي ٠دروهي صاحب دسپيڅلي اوپه هيواداوخپلوخلکومين جسدپه انتقال سره به نه يوازي دده دپاک روح درناوي وشي، بلکې داکاربه ثابته کړي ، چې افغانان هيڅ کله هم خپل ملي مفاخير اوخدمتګاران نه هيروي ٠ په پوره باورسره ويلاي شم ، چې دافغانستان په پلازمينه کابل اوهمدارنګه دروهي صاحب په پلارنی خاوره خوست کی دده په نوم دعلمي موسسونومول به هغه کاروي چه نه يوازی به دده دتلپاتې خدمتونودحق په ځای کول وی بلکه په دې کارسره به زموږدځوان نسل په منځ کی خپل فرهنګ ته دخدمت مفکوره اواحساس پياوړی شي ،په اوسنې وخت کی چه زموږوياړلی هيواددژورفرهنګی بحران سره لاس اوګريوان ده دروهی صيب په څيردبډای اوغنی فرهنګی شخصيت پيژندنه اوخلکوته دهغه دنه هيريدونکوخدمتونورسول به ددغه بحران دستونزودحل په لاره کی ډيرګټورکاروی ، پداسی حل کی چه دروهی صيب پاک اوسپيڅلی روح ته خپلی دعاوی استوم پوره باورلرم چه دده زيارت به نه يوازی دخوست دځوانانولپاره دادبي محفلونواوجرګوځای شې ،بلکه دټول فرهنګ پال افغان ملت دپاره به خپل فرهنګ اواولس ته دخدمت يوه الهام بخښونکی سرچينه وي .  روح ديې ښاداولاره دې روښانه وی داوکراين جمهوريت داديسې دښار څخه ",دارواښادروهي دجنازې لیږدبه استعدادونه راوغوړوی 2769,د افغانستان د کلتوري ودي ټولنه," د ارواښاد استاد روهي د جنازې د انتقال  او خاورو ته سپارلو په مراسمو کې په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې د يو پلاوی ګډون   د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې او په ټوله اروپا کې د افغانستان د کلتوري ټولنو  ګډې جرګې پرېکړه وکړه چې  د دغې ګډې جرګې په استازيتوب دې له اروپا څخه دغه پنځه کسيز پلاوی د جنازې د خاورو ته سپارلو په مراسمو کې ګډون وکړي : ــ  ښاغلی مبارز ساپی ـــ  ښاغلی انجنير حبيب  رسول ـــ   ښاغلی ډاکتر ګل حسن وليزی ـــ   ښاغلی عبدالوکيل شينواری ـــ   ښاغلی خوشال  انځور بايد يادونه وشي چې د استاد روهي جنازه د پنجشنبې په ورځ د می د مياشتې په اتلسمه نېټه د سهار له خوا د کابل هوايي ډګر ته رسېږي او د همدې ورځې پر مازيګر په خوست کې د دوی په پلرنۍ هديره کې په درنو مراسمو سره خاورو ته سپارله کېږي .   ",داستاد روهي جنازې ته داروپا ميشتو فرهنګپالو پلاوی 2770,," د ننګرهار امنيتى چارواکو ادعا کړې ده چې دوه تنه يې تيره شپه د اچين ولسوالۍ کې د ورانکارو عملو د ترسره کولو په تور نيولى دى . د ننګرها د پوليسو وياند عبد الغفور ويلى دغو کسانو غوښتل د يو افغان ترجمان په مرسته يو اندازه وسله د جلال اباد هوايى ډګر ته دورانکارو عملو په مخه د ننه کړي . ده ادعا کړې چې له نوموړو کسانو څخه د هاوان ١٥٠ مرمى او ٢ کلاشينکوفونه لاس ته راغلي دي . ",ننګرهار کې دوه تنه ورانکار نيول شوي 2771,," د خوست شمال د يعقوبيواو باک ولسواليو کې تيره شپه د افغان پوليسو او مخالف جنګياليو ترمينځ سختې جلا جګړې شوې چې دواړو لورو په کې له سپکو او درندو وسلو کار اخيستى دى . خوست کې دولتى چارواکو منلې چې د جګړوپه ترځ کې ٢ تنه دولتى پوليس مړه او ١١ تنه نور ټپيان شوي دي . چارواکى وايى جګړو دوه ساعته دوام کړى دى او دښمن ته هم زيات ځانى او مالى تاوان رسيدلى دى او يو اندازه وسله يې له مخالف لوري څخه لاس ته راوړې ده .د طالب جنګياليو يو وياند ډاکتر حنيف ادعا کړې چې تيره شپه يې د يو وسله وال بريد په ترځ کې د يعقوبيو ولسوالۍ سوې ده . ",خوست کې ٢ پوليس مړه او ١١ نور ټپيان شوي 2772,," د کانادا دولت پريکړه کړې چې خپل فوځى شتون به افغانستان کې اوږد کړى . رسمى چارواکو تيره شپه ويلى ، دغه موضوع به د چهارشنبې په ورځ ددغه هېواد پارلمان ته وړاندې کړي . کانادا اوس مهال ٢٣٠٠ ځواکونه افغانستان کې لري ، چې ټاکل شوې وه د راتلونکې زيږديز کال د فبروري مياشت کې له افغا نستان څخه ووزي . چارواکوڅرګنده کړې چې له پارلمان څخه به وغواړي چې تر ٢ کلونو پورې د کانادايى فوځونو شتون افغانستان کې اوږد کړي . په دې سره به کانادايى ځواکونه د کال ٢٠٠٩ تر لومړيو افغانستان کې پاتې شي . ",دکانادايى ځواکونو شتون به افغانستان کې اوږد شي 2773,," يو فرانسوى انجينير چې د کابل هوايى ډګر د ماين پاکولو برخه کې يې دنده درلوده پرون د ماين چاودنه کې ټپي او وروسته د ژورو ټپونو په لرلو سره ومړ . د ايساف په يوه خپره شوې پاڼه کې نن ددغه فرانسوى انجينير د مړينې پخلۍ شوى، او زياته وي نوموړى انجينير د فرانسې د اردو د انجينيرى ډلې غړى وو او د ايساف ځواکونو په ډله کې يې د ماين پاکونې برخه کې کار کوو .فرانسه ٦٥٠ تنه فوځيان افغانستان کې لري ، او دا پنځم فرانسوى دى چې افغانستان کې خپل ژوند له لاسه ورکوي . ",يو فرانسوى انجينير کابل کې مړشوى دى 2774,," د انترپول نړيوالو پوليسو منلې چې د روانې مياشتې په لومړيو کې يې د کابل د څرخى پله له جيل څخه ٤ تښتيدلى طالبان نيولى دى .دوه تنه په بلغاريا او ٢ تنه په ازبکستان کې نيول شوي دي .دغه څلور تنه د ٣ نورو طالبانو سره يوځاى د کال په لومړيو کې د کابل د څرخى پله له جيل څخه په تيښته بريالى شوي وو ، چې ٣ تنه يې لاهم نه دى نيول شوي . ",بهر له افغانستان نه ٤ تنه فرارى طالبان نيول شوي 2775,," بېنوا ته تازه رارسیدلي راپورنه وایی چي نن سهار د ناپیژنده وسلوالو لخوا د سرپل د بلخاب ولسوالۍ د امنیی قومندان په یو غلچکي برید کي وژل شوی دی دسرپل ولایت پولیسو د د نوموړي وژنه تاید کړې ده خو تر دې دمه د پښي پړه چا پر غاړه اخستې نه ده او نه هم څوک په دې تړاو نیول شوي دي ", بلخاب ولسوالۍ د امنیې قومندان ووژل شو 2776,,"  حضرت بهار = خوستدغه بريد دخوست ولايت په شما ل يعقوبي اوباك ولسواليوسربيره د خالبيساط پرپوسته باندې  تيره شپه په دوه لسو بجو باندي شروع شو او تر يوې بجې پوري يي دوام وكړ د عيني شاهدانو پر وينا په پيښه كې اووه تنه حكومتي چارواكې ژوبول او يو تن وژل شوى دى او ددوي په وينا تر اوسه نده جوته شوي چې په پېښـه كې مقابل لوري ته څومره ځانې ا و مالي زيان رسيدلى دى او تراوسه دا هم نه ده مالومه چې بريد د چا لخوا شوى دى. ",د خوست په 2 ولسواليو او1پوسته باندي بريد شوي 2777,," د هلمند دولتى ځواکونو د ګرشک ولسوالۍ کې دوه جسدونه په داسې حالت کې پيدا کړي ، چې سرونه يې ترې پرې شوي دي . چارواکو منلې چې وژل شوي کسان وړمه ورځ د هرات -کندهار د لويې لار په اږدو کې د ناپيږانده کسانو له خواله يومسافروړونکې موټر څخه کشته او بيا لادرکه شوي وو . ويل کيږى وژل شوى کسان دولتى کارکونکى وو، چې له هرات څخه د کابل په لور يې سفر درلود . د هلمند د پوليسو مشر بينوا ته وويل سيمې ته يې ځواکونه استولى ا و له يو لړ تحقيقاتو وروسته به د پېښې په اړوند څرګندونې ولري . ",٢ بې سره مړى هلمند کې پيدا شوي دي 2778,," تيره شپه ٣بجې د افغان دولت مخالف جنګياليو د کندهار د خاکريز په ولسوالۍ وسله وال بريد کړى دى . طالب جنګياليو دغه بريد منلى او ددغه ډلې يو وياند قارى يوسف ويلى چې ولسوالۍ يې له يوې لنډې جګړې وروسته نيولې ده . کندهار کې د ولايت وياند داود احمدى نن غرمه بينوا ته وويل ، چې ولسوالۍ په بشپړه توګه د دولتى ځواکونو تر واک لاندې ده او په دغه جګړه کې يو دولتى پوليس مړ او ٢ تنه نور ټپيان شوي دي .احمدى زياته کړه بيلګې ښيى چې دښمن ته ډير مرګ او ژوبله اوښتى .ده ومنله چې دغه جګړه تيره شپه په ٣ بجو شوى او دولتى ځواکونو په ميړانې سره دفاع کړې ده او په دښمن يې ځوابيه بريد کړى دى. ",د خا کريز په ولسوالۍ وسله وال بريد شوي دي. 2779,," د افغان دولت وياند کريمى نن يوې خبرې ناستې ته وويل ، په افغانستان کې د کوکنارو د کر د له مينځه وړلو کمپيان په بريا توګه روان دى او ټاکل شوې په روان کال کې ١٥ زره هکتاره ځمکه د کونارو د کرکيلې څخه پاکه شي . ده وويل تر اوسه ١١ زره هکتار ځمکه پاکه شوى او له دې سره جوخت د بدل معشيت پروګرام هم ښه روان دى . ",١١ زره هکتار ځمکه د کوکناروله کر پاکه شوې 2780,مصباح,"      د هيواد له فرهنګي او كلتوري ميلو او مشاعرو څخه يوه هم دمڼي ګل ميله ده چي په وردګو كي هركال دپسرلي په سركي چي مڼي ګل ونيسي لمانځل كيږي څرنګه چي دمرحوم ډاكټر عبدالوكيل په زيار په ټول هيواد كي دكرني څانګي ته ډيره پاملرنه شوي وه دميدان وردګو په ولايت كي دمرحوم په زيار دمڼو حاصل ښه نتيجه وركړي وه له دي امله دمڼي ګل مشاعري دلمانځلو دودله هغه وخته رواج شوي پخوا به دغه ميله يوازي تر مشاعري محدوده وه ولي اوس دمڼي ګل ميلي او مشاعري دلمانځلو ځانګړي بڼه غوره كړي دهيواد له ګوټ ګوټ څخه شاعران ليكوالان فرهنګيان ټولنيز شخصيات دولتي چارواكي پدي ميله كي برخه اخلي سږني دمڼي ګل مشاعره دغوئي په ۲۲ نيټه دسيد اباد ولسوالي دشيخ اباد په سيمه كي په يو باغ كي جوړه شوي وه داځل ما هم دمڼي ګل په مشاعره كي ګډون درلود .يوزيات شمير درانه ميلمانه چي دميدان وردګو والي هم پكښي وو په مشاعره كي حضور درلود دغه راز دولسي جرګي ولايتي شورا غړو قومي مشرانو علماء كرامو دهيواد له ډيرو ولايتونو څخه شاعرانو ليكوالانو په مشاعره كي ګډون كړي وو ميله په سوله ايزه توګه سرته ورسيده ولي هغه نيمګړتيا وي چي ماوليدي غواړم هغه په لنډوټكو كي ولايتي چارواكي او هغو وروڼو ته چي دميلي چاري ئي په غاړه وي وړاندي كړم دميلي له اهدافو څخه يو دادي چي ملي يووالي ددي لاري غښتلي شي نوبايد چي ددي ولايت دوګړو او ميشته قومونو او پرګنو  ګډون پكښي يوشان وي ترڅو هغه هدف چي دملي يووالي غښتلتيا ده ترلاسه شي .بل داچه دي ميلي ته لوړ ميلمانه بلل شوي وو دميدان وردګو والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي دولسي جرګي درانه غړي قومي مشران علماء كرام اوداسي نور نو په كار خو داوه چي دغو ميلمانو ته له راتګه وړاندي ځانګړي ځايونه په نښه شوي واي ولي ماوليدل كله چي والي تشريف راوړ دهغه لپاره ځاي نه وو بيا دلومړي كتار ناستو له والي څخه وغوښتل چي ددوي په څوكي كښيني په همدي ترتيب مشران دولسي جرګي اوولايتي شورا غړي اونور چي دادټولو اصولو خلاف يو كاروو دداسي لوړو شخصيتو نو په درناوي ميله درنه كيده مسئولين بايد راتلونكي كي دي ټكي ته جدي پاملرنه وكړي ميله بايد منظمه اوكوربا نه د ميلمه پالني او تشريفاتو نزاكتونه مراعات كړي .بله  ستونزه دويندويانو يادپروګرام چلونكو وه هغه سي چي تمه كيده په هغه ډول نه وو.بل داچه له وينا كوونكو څخه يو هم قومي مشرقاضي صاحب امين وردګ وو هغوي په خپلو خبروكي وويل چي دوردګو وروڼو ترمنځ بايد چي وحدت اويووالي ټينګ شي ده وويل چي اوس وردګ په ملي شوراكي سره له ډيروالي استازي نلري اولامل ئي ديووالي نه شتون وباله او دغه راز ئي دوردګو خلك چي په دولتي لوړو څوكيو او بهرنيو موسساتو كي كاركوي پړه وبلل چي ولايت ته ئي خدمت ندي كړي په مجموع كي دقاضي صاحب خبري معقولي او حقيقت وو ولي لومړي دوي خپله دامشكل لري له ده نه بايد وپوښتل شي چي تاسو هم يووخت په خپله سيمه كي ښه نفوذ درلود او پورتني ټول ابتكارات موكولاي شواي خو تاسو هيڅ ندي كړي اوس هم وخت ندي تير دي ته ورته نوري نيمګړتيا وي هم  موجو دي وي هيله د ه مسئولينو به هم نوټ كړي وي څرنګه چي مڼي ګل ميله ديو لړ مهمو موخو دپاره ترسره كيږي چي له هغو څخه دملي يووالي غښتلتيا دبزګرانو بڼوالو ستونزي دولتي مسئولينوته نيغ په نيغه رسول كيږي كروند ګردكوكنارو نه كښت ته تشويق كيږي تلفو پرګنو ترمنځ افكار او نظريات تبادله كيږي .خلك سولي ، يووالي ته رابلل كيږي نوددي په خاطر چي دغه ټولي موخي لاس ته راغلي وي بايد چي دغه ميله هركال له مخكيني كال څخه په غوره بڼه او ښه ډول ترسره شي څرنګه چي دميلي دجوړښت چاري مدني ټولني په مخ وړي سره ددي چي دوردګو داطلاعات او كلتور رياست هم پكښي ليكل شوي وو ليكن دجوړونكو ترمنځ هماهنګي نه وه موجوده پدي اساس موږ دميدان وردګو ولايت له ولايتي چارواكو محترم والي صاحب څخه هيله كوو چي ددي ميلي په جوړښت كي خپل كردار پراخ كړي او دغه كردار نه بايد چي ددولتي اغيزي په توګه وانګيرل شي داځكه چي پدي ميله كي ملي ، ولسي ، امنيتي ، زراعتي ، اقتصادي ګټي نغښتي نو بايده ده چي دولت اوولسي خلك ئي په ګډه چاري په ښه ډول تنظيم كړي . ",مڼي ګل ته يوه كتنه 2781,," د بدخشان د درايم ولسوالۍ کې تيره شپه ناپيژانده کسانو د نجونو يو ښونځى ته اور اچولى چې په کې ډير شمير درسى کتابونه او لوازم سوى او ښونځىته زيات زيان رسيدلى دى . د پېښې په اړوند څوک نه دى نيول شوي او نه يې چا پړه منلې . ",بدخشان کې يو ښوونځى ته اور اچول شوي 2782,," ", 2783,ميرويس جلالزي," د خوست په باک ولسوالی کښی د دولتی څواکو او مخالفو وسلوالو تر منځ جګړه د لاس او ګريوان په جګړی واوښته د باک ولسوالی يو امنيتی مامور وويل تيره شپه ناوخته يوی ډلی وسلوالو د نوموری ولسوالی په مقر برید وکړ چی د پوليسو د دوو تنو مامورينو په وژنه او د څلورو تنو په ټپی کيدو پای ته ورسيده.دی ماموری وويل چه له بری نه وروسته يی د يو بريد کونکی مړی هم تر لاسه کړی چی په خپل بدن پوری يی بمونو تړلی وو.ويل کيږی چی په جګړه کښی يو په بل د برچو او سوټو وارونه هم کړی خو وروسته بريد کونکی له سيمی په تيښته بريالی شوی دی ", د دولتی ځواکونو او مخالفو وسلوالو تر منځ جګړه 2784,ميرويس جلالزي," د پاکستان او افغانستان تر منځ په پرته پوله کښی يو ځل بيا خونړی نښته شوی د پاکستان د پوځ وياند شو کت سلطان وايی يوی ډلی وسلوالو د سه شنبی په سهار د ميرانشاه په ښار کښی د ټل په پوسته بآندی بريد وکړ چی په پايله کښی يی ٧ تنه بريد کونکی له منيځه تللی دی .په دی نښته کښی د پاکستان د پوځ يو سرتيری مړ او بل تن يی تپی شوی هم دی ",د پاکستان په میرانشا کي جګړه شوې ده 2785,ميرويس جلالزي," که اسامه بن لادن ژوندی وی نو هرو مرو به په افغانستان کښی وی دا ټکی د پاکستان د  بهرنيوچارو وزارت وياندی ميرمن تسليم اسلم په خپله اونيزه راديوی وينا کښی څرګند کړ.د نومړی دا څرګندونی وروسته له هغه را برسيره شوی چی تيره اونی د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکتر رنګين دادفر سفنتا ويلی وو چی بن لادن د افغانستان او پاکستان تر منځ په قبايلی سيمه خو په پاکستان کښی پټ ده . خو ځینی څېړونکي بیا وایی چی پاکستان د تروریستانو یواځنۍ ځاله ده او تر اوسه چي د القایده ټول غړي نیول شوي هغه هم ټول په پاکستان کي نیول شوي ",پاکستان وایی اسامه په افغانستان کي دی 2786,ميرويس جلالزي," دولت د هر هغه خوځښت ملاتړ کوی چی د قومو نو د مشرانو له خواه په لاره واچول شی او د هيواد په ګټه وی دا ټکی د افغانستان د جمهوری رياست وياندی کريم رحيمی د سه شنبی په ورڅ په يوه خبری غونډه کښی څرګند کړ.هغه وايی چی د افغانستان په ګوډ ګوډ کښئ د ښونځيو د ساتنی په موخه ستر ملی خوځښتونه پيل شوی تر څو د هيواد د ماشومانو او ځوانانو دښمنانو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی.د ولسمشر د وياند دا څرګندونی په داس حال کښی را برسيره شوی چی څه موده وړاندی د کنر ولايت د ١٤ ولسواليو مشرانو په يو ګډه ناسته کښی په داسی يو خوځښت سره سلا شول چی که د چا د کورنی غړی د حکومت پر وړاندی په جګړه لاس پوری کړی نو کور ته به يی اور واچول شی. ",دولت :دهرخوځښت ملاتړکووچه هيوادپه ګټه وی 2787,وحيد سپين غر," دطالبانودوروستيوبريدونواوحملوپه اړه دطالبانوپخواني چارواكى اوپه پاكستان كي دطالبانودحكومت سفير ملاعبدالسلام ضعيف ديوي مركې په ترڅ كې يولړڅرګندي خبري كړي چې دادى ستاسوپام ورته راګرځوو پوښتنه: په دی وروستيوكی د هېواد په جنوب غرب كی د طالبانو حملی زياتی شويدی، څه فكر كوی  وحيد سپين غر _كابل  دطالبانودوروستيوبريدونواوحملوپه اړه دطالبانوپخواني چارواكى اوپه پاكستان كي دطالبانودحكومت سفير ملاعبدالسلام ضعيف ديوي مركې په ترڅ كې يولړڅرګندي خبري كړي چې دادى ستاسوپام ورته راګرځوو  پوښتنه: په دی وروستيوكی د هېواد په جنوب غرب كی د طالبانو حملی زياتی شويدی، څه فكر كوی چه دا هغه پرونی طالبان دی چی له صحنی څخه ليری شويدی او كه دا نور خلك دی چی د دولت په مقابل كی جګړه كوی؟ عبدالسلام ضعيف: ستاسو په جواب كی بايد ووايو چه طالبان هماغه طالبان دی خو دا هم ويلی شو چه ځينی نور طالبان شايد پيدا شوی وی چه هغه ځوانه طبقه ده چه د طالبانو د واكمنی په وخت كی د تعليم او تربيی په مرحله كی و. او اوس را پورته شوی دی. زما نظر دادی چه هغو سره عينی دينی جذبه شته او عينی مفكوره شته او په هغه مفكوره باندی روان دی. هغوي تراوسه پوری ملا محمد عمر مجاهد په امرالمومنين پيژنی او د هغه د امر اطاعت كوی. همدا خبره ده چه په اوسنيو ورځو كی يی په جنوب او جنوب غرب كی د جړو لړۍ توده ساتلی ده. پوښتنه: څه فكر كوی چه د طالبانو هماغه يوه قومانده او يوه ډله ده لكه چه پخوا د ملا محمد عمر ترمشری لاندی يی كار كاوه او يا اوس جلاجلا ډلی پيدا شويدی؟  ملا ضعيف: اوس د طالبانو واحده قومانده په منطقه كی پياده نده طالبان كه طالبان وی او د تحريك سره يعنی د طالبانو د اسلامی غورڅڼ سره تړلی وی هغه په واحده قوماندی تر اوسه پاتی دی. خو د دی با وجود چه د طالبانود واكمنی په وخت كی يوازی طالبان حاكمان وړ. اوس دغه مرحله نده. د طالبانو خلا و نورو ډلوته هم په منطقه كی د فعاليت فرصت وركړيدی ويلی شو چه حكمتيار چه د افغانستان حزب اسلامی مشرړ هغه هم خپل مخالفت اعلان كړيدی  دا هم حقيقت لری چه هغه هم په منطقه كی نفوذ لری. او هغه هم د خپلو اشخاصو او افرادو په ذريعه حملی كوی خو اكثريت په منطقه كی طالبان دی او څرڼه چه زه معلومات لرم طالبان چه په كورونو كی ناست وی او يا په جماتونوكی سبق وايی او د جماعت لمونځ وركوی دا يو ډول طالبان دی او دوهم قسم طالبان هغه طالبان دی چه اوس هم زده كړه كوی او په مدرسوكی دی او يا هغه طالبان دی چه د طالب تر عنوان لاندی جڼيږی دا كسان هغه مجاهدين دی چه طالبانو سره يو ځای شويدی او خپلو كوروكی ژوند كوی. خو په مجموع كی طالبان يوازی ندی. طالبانو سره د حكمتيار د غړوڅخه برعلاوه نوری ډلی هم په منطقه كی كار كوی. پوښتنه: يعنی د تاسو خبرو څخه داسی معلوميږی چه يوازی په طالبانو حساب نه شو كولای بلكه دولت څخه ناراضه نور كسان هم شته چه دوی سره يوځای شويدی او د دوی تحريك ته يی وده وركړيده؟ عبدالسلام ضعيف: په دی كی هيڅ شك نه شته چه طالبان په منطقه كی عمده رول لری خو زه په دی عقيده نه يم چه ټول فعاليتونه به طالبانو ته منسوب وی. داسی فعاليتونه به هم كيږی چي طالبان په هغه كی د خيل نه وی خو دا چی منسوبول يی طالبانو ته كيږی دا بله موضوع ده. ځكه يوازی طالبان نه دی حكومت خپل ناراض خلك لری او هر حكومت مخالفين لری. دا چی د طالبانو په وخت كی حاكميت دومره ټيڼ و چی هيچا مخالفت په منطقه كی نشو كولی خو اوس حكومت په منطقه كی كنترول نه لری نو هر مخالف ددی موقع نه گټه اخلی او خپلی كړنی ترسره كوی كه ښه كوی نو هغه به خپل ځان ته منسوبوی او كه بدكوی نو هغه به په طالبانو پوری تړی خو شايد هغه كارونه به د طالبانو نه وی. پوښتنه: دولت په اوس وخت كی څه وكړی چی خپل مخالفين رضا كړی ستاسو سره داسی يوه طرحه شته چی وړاندی يی كړی؟ ملا ضعيف: دا يوه ډيره مغلقه پوښتنه ده، ددی مشكل و حل ته يوه ډيره مغلقه لاره تللی ده خو ددی مشكل د پاره د حل لاره شته څه چی د دولت او د طالبانو له خوا او د نورو له خوا اورو داسی خبره ده چی د دی مشكل د حل په لاره كی دولت مطرح دی او خارجيان مطرح دی خو دولت كولی شی ددی مشكل د حل په لاره كی خپل رول ادا كړی خو آيا چی دی كاركی خارجيان ورسره موافق دی اوكنه دايوه بله خبره ده. خو اوس چی په دغو سيمو كی امريكاييان كاناډايان او په خاصه توگه بريتانوی عسكر ځای په ځای كيږی نو دا ډيره مغلقه خبره ده خو د مشكل د حل لاره پيدا كيدای شی. پوښتنه: نو هغه د حل لاره به څه شی وی؟ ملاضعيف: يو متقابل احترام او هر افغان ته د افغان په سترگه كتل هر افغان په افغانستان كی حق لری او هيڅوك نشی كولی افغان د افغانستان له حق نه وباسی. حكومت بايد په دی لاره كی كوښښ وكړی او خارجيان هم بايد په دی قانع كړی او خپله هم بايد قانع شی چی جڼ او زور د مشكل د حل لاره نه ده حكومت بايد  د تفاهم لاره خپله كړی او د تفاهم له لاری د خپلو مخالفينو مشكلاتو ته د حل لاره پيدا كړی. پوښتنه: تاسو د طالبانو په لوړ پوړيو چارواكو كی راځی اويو مدت موزندان هم تير كړ ستاسو له نظره د طالبانو اوسنی كړنی د تاييد وړ دی كنه؟ ملا ضعيف: زه بايد د ترجيح خبره ونه كړم موږ بايد په افغانستان كی د افغانستان د خلكو لپاره سوله وغواړو او استقلال وغواړو او افغانستان بايد پخپلو پريكړو او تصميمونو ولاړافغانستان وغواړو دا چی څوك دا كار كولی شی هغه ماته د تاييد وړدی بيله دی چی زه په چا رد وكړم او يايی تاييد وكړم. په فعلی شرايطو كی زما موقف يو بيطرفه موقف دی نه د حكومت تاييد كوم او نه يی مخالفت كوم نه د طالبانو تاييد كوم او نه يی مخالفت كوم. ځينی شيان به داسی وی چی هم به د طالبانو د تاييد سره مخالف وی اوهم د حكومت او داراز ځينی مسايل به وی چی د دولت د پريكړو سره به مخالف وی او هم د طالبانو د پريكړو سره خو زه په اوسنی وخت كی غواړم چی بيطرف و اوسم او د دواړو اړخونو په كړونو كی چی د يو او بل په وړاندی په كی اړم دی ځان ورگډنه كړم او بی طرفه پاتی شم.  پوښتنه: پرون چی تاسو د طالبانو په حكومت كی وی ستاسو په عقيده د دوی كړنی پرځای وی اوكنه؟  ملاضعيف: د پرون خبره بيله ده، پرون چی طالبانو په افغانستان كی كوم كردار ادا كړی نه يوازی ماته بلكی ټولو افغانانو ته د قدر وړ ړ. په كومو سيمو كی چی موږ اوسيدلی او لوبيدلی يو په هغو سيموكی د طالبانو د موجوديت نه مخكی ډير بد حالت ړ. خپل ژوند، مال او ځان مو نشو ساتلی او دخپل سر په ويره كی ړ. امنيت نه ړ خو طالبانو په هغو ځايوكی امنيت راوست، واحده قومانده يی منځ ته راوړه واحد حكومت يی جوړ كړ يوه اداه يی جوړه كړه او د شكايت يوه مرجع يی منځ ته راوستله نو ماته د تاييد وړ ړ. او زه ورسره ملری شوم تر هغه وخته چی امارت ختميدی اوس زه نه غواړم چی خلكو ته د ځينو شيانو امروكړم او يا د دوی نه زه د ځينو شيانو توقع وكړم په اسلامې امارت او د طالبانو په واكمنۍ كی مو كار كړی او په تحريك كی موزحمت كښلې او وروسته دواكمنۍ د ختميدو نه زه د مظلوميت په يوه حالت كی واقع شوم او زندانی شوم. نو دوی به په موږ يو ترحم لری او احترام به لری. پوښتنه: ولی ارتباط نه لری وجه يی څه ده؟ ملاضعيف: دلته زه په يوه موقف كی يم او دوی په بل موقف كی دی اوس دغه دوه موقفونه ددی پرځای چی سره نژدی شی يوه تفاهم ته اړتيا لری. كه زه د دوی سره ارتباط و نيسم نو مجبوره يم د دوی په كړنوكی هم ورسره شريك شم. پوښتنه: نو تاسو اوس د دوی موقف نه تاييدوی؟ ملاضعيف: نه يی تاييد كوم او نه ورسره مخالفت لرم لكه مخكی چی می وويل چی زه نه غواړم په يوه طرف كی ځان واقع كړم او دا د ردكولو لاره سمه لاره هم نه ده چی زه د يوچا رد وكړم زه د تفاهم لاره غوره بولم بايد تفاهم وشی نه دا چی د مخالفت ډيروالی وشی. زه غواړم چی ترډيره پوری ځان بی طرفه وساتم. پوښتنه: ته آيا د ميانه روو طالبانو له ډلی څخه يی چی نه د طالبانو تاييد كوی او نه يی مخالفت كوی او پخوانی كړنی يی هم ښی بولی؟ ملاضعيف: نه، زه داسی نه وايم چی زه هغه طالب يم چی هغه يوه پارټی ده، بلكی زه هغه طالب يم چی د اسلامی علومو زده كړه می كړی او د دغو زده كړو په رڼا كی می خپل سيرت او صورت جوړكړی دی او په دغه رڼاكی زه ځان ته طالب وايم او دغه شان طالب د افغانستان په جامعه كی د جامعی يو ضروری عنصر دی. نو اوس زه د پارټی طالب نه يم. بلكی زه يو افغان يم مسلمان يم او يو طالب يم او ددی ټولنی يو غړی يم. پوښتنه: تاسو چی د بنديخانی نه را خلاص شوی ياست او اوس پركورناست ياست څه مصروفيت لری؟ ملاضعيف: تراوسه خو كومه رسمی وظيفه نه لرم په كوركی يم او خپلو بچيانو سره د تعليم په مرسته ليايم او بل په يوه ليكنه ليايم هغه زما د هغه ترخو شيبو يا دا ښتونه دی چی د امريكاييانو سره په توقيف كی وم هغه می را غونډ كړی او غواړم د يوه كتاب په توگه يی چاپ كړم. او بل په يو څو نورو كتابونو كاركوم چی هغه اسلامی او تاريخی كتابونه دی نو دغه موددی وخت بوختياده. پوښتنه: د اوسنی دولت سره مو اړيكی څڼه دی دولت ته كله مشوری وركوی هغوی ستاسو څخه مشوری اخلی، د دولتی چارواكو سره مواړيكی څڼه دی؟ ملاضعيف: هر څوك چی زما سره وينی زه په دی كاركی ممانعت نه كوم څوك چی زما څخه مشوره وغواړی زه د افغانستان او د اسلام د اعتلا په خاطر خپلی مشوری وركوم داكه دولت او يا طالبان يا بل څوك وی. په دی برخه كی كوم ممانعت نشته. خو نور د چا سره رسمی اړيكی نه لرم. نه په دولت كی كومه رسمی وظيفه لرم او نه كومی رسمی اړيكی ورسره لرم. او نه يی رسمی ادارو ته ورځم. پوښتنه: د اوسنی او پخوانی طالبانو تو پير په څه كی وينی كومی كړنی چی يی پرون كولی او يا يی نن كوی د دوی په كړنوكی څه توپيرشته او كنه؟ ملاضعيف: په موقف كی به شايد فرق نه وی خو په كړنوكی يی توپير شته پرون طالبان د افغانستان واكمن و خو نن د دنيا محكوم دی چی دایی يو توپيردی پرون په تعرض كی ړ او څرگند خلك وو خو نن غلچكی او پټ خلك دی تر اوسه خو دغه موقف لری په پاليسی كی به يی زما په عقيده توپيرنه وی ځكه هغه وخت د دوی پاليسی يوه شرعی پاليسی وه او اوس به هم هماغه پاليسی وی. پوښتنه: په دی وروستيو وختونوكی د هېواد په بيلابيلو سيمو، كليو او بانډوكی د طالبانو ددومره څرگند ظهور او د عملياتو د ډيروالی لاملونه څه دی؟ ملاضعيف: ددی كار ډير وجهات دی زه به دا ووايم كله چی طالبانو په كندهار كی سقوط كاوه نو دا په دی نيت نه و چی دوی به بيا كوم كار نه كوی او راڅرگنديږی به نه ملا محمد عمر مجاهد په هغه وخت كی هم دا ښكاره كړی وه كه موږ سقوط هم وكړو نو كرار به نه كښينو غروته به خيږو او خپلی مبارزی ته به دوام وركوو زما په عقيده د طالبانو اوسنی ظهور په مناطقوكی په دی مانا دی چی طالبانو په خلكو او دغو سيموكی نفوذ پيدا كړی دی. د طالبانو د واكمنی په وروستيو كلونو كی د خلكو همكاری له طالبانو سره كمه شوی وه دغه علت ړ چی په ډيرو سيموكی د طالبانو لپاره ځای نه شو پيدا خو بيا هم تيت شوله پټ سوله او وساتل سوله خو اوس د حكومت په وړاندی د خلكو نارضايتونه زيات شوی دی او دحكومت په وړاندی دا نارضايت په هغو سيمو كی دی حد ته رسيدلی چی په طالبانويی شكر ايستلی دی يو وخت طالبانو پخپل كوركی ځای نه درلود. اوس د نورو په كورو او كليو كی ورته ځای شته نو همدغه علت دی چی د دوی په عملياتوكی زياتوالی راغلی دی. پوښتنه: د طالبانو په واكمنی كی خو نور بهرنی كسان هم د طالبانو سره ول آيا اوس هم د دوی سره په داخل كی بهرنی كسان ملری دی؟ ملاضعيف: داخل ته راغلی طالبان چی اوس په عملياتو ليادی زما په عقيده دا به افغانی طالبان وی هغه طالبان چی په سيمه كی د اوسيدو ځای ولری. افغانی جامه ولری او په افغاني رواياتو خبروی او په افغاني جامعه كی به د پټيدو ځای لری. د خپل محبوبيت مرجع به لری. خو دا خبره هم د ويلو وړ ده چی دا عمليات بيله بهرنی كمك او مرستی نه امكان نه لری دا چی د دوی سره به څوك مرستی كوی. زه خبرنه يم او ماته مالومات نه كيږی. پوښتنه: يعنی هغه پرونی خلكو به تری لاس اخيستي وی؟ ملاضعيف: پرونی طالبان به وی پخوا خو پاكستان سعودی عرب، عرب متحده امارات، په رسمي توگه د طالبانو امارت په رسيميت پيژندلی ړ او ځينو نورو هېوادوهم ورسره خوا خوږی لرله اوس داسی نه ښكاری چی حكومتونه دی د دوی مرسته وكړی ولی ملتونه يی شايد ترشاه ولاړ وی او مرسته ورسره وكړی. پوښتنه: آيا دوی به بيا وكولی شی لكه د پخوا په څير چی د بولدك نه راغله او دومره ولايتونه اوښارونه يی ونيول آيا بيا به همداسی وشی؟ ملاضعيف: زه فكر كوم چی د طالبانو سره به اوس هغه د حكومت داری د وخت فكرنه وی، د دوی سره به ديو مسوليت احساس وی كه په ښكاره ووايو د هغوی سره د جهاد روحيه ده او جهاد يوه فريضه ده او دهغه ادا كول يو مسوليت دی. نو دوی ددغه مسوليت پربنا دغه كارونه كوی فكرنه كوم چی دوی دی د كابل كندهار او ټول افغانستان د نيولو فكر ولری. پوښتنه: دا ځانمرگی بريدونه په د افغانانو كار وی او كه د بهرنيانو؟ ملاضعيف: دا خو ډيره مشكله ده چی سړی په دی هكله څرگنده خبره وكړی خو په دغو پيښو كی افغانان هم شته او څرگند شوی دی. پوښتنه: ځان مرگی بريدونه د شريعت له لحاظ جواز لری؟ ملاضعيف: دا ډيره اختلافی موضوع ده دا د څو مذهبونوپه تاييد سره كيږی چی داسی يوه خبره وی او د نړی په سطحه خطروی نو بيا ځينی داسی فتواوی شته چی مجازيی بولی خو اوس په اسلامی هېوادونوكی دا موضوع شته خو دا چی داسمه ده كنه زما مالومات دومره نه دی. پوښتنه: طالبان اكثر د بهرنيانو موجوديت د جړی عامل بولی آيا اصلی مسله هم داده. ملاضعيف: بهرنيان خو د طالبانو سره خبری نا ممكنی گڼی ځكه امريكاييان طالبان تروريستان گڼی نو د هغوی سره خبری نشی كيدی خو حكومت بيا د تفاهم خبره كوی كرزی صاحب او حضرت صاحب دا خبری كړی خو بيرته يی بيا دا خبری اخيستی دا چی ولی له دی خبروتيرشوی زه يی هم په عامل نپوهيږم نو طالبان به هم دا گڼی چی بهرنيان بايد لاړشی ترڅو د دوی او حكومت ترمنځ د تفاهم خبری وشی. پوښتنه: تاسو د طالبانو په منځ كی د ښه شهرت خاونديی آيا دولت دسولی د خبروپه اړه له تاسو سره اړيكی نه دی نيولی؟ ملاضعيف: ماته مراجعه شوی خبری را سره شوی خو زه په اوس وخت كی غواړم ځان بی طرفه وساتم د سولی هغه پروگرام چی واقعی سوله راولی زه به ارو مرو ورسره ملری شم خو تراوسه ماته دسولی پروگرام داسی يو واقعی پروگرام نه ښكاری. پوښتنه: آيا د حضرت صاحب دسولی پروگرام سم نه دی؟ ملاضعيف: زه په هغه اعتراض نه لرم خو سوله او تفاهم هغه وخت كيږی چی د يو او بل ځينی شروط او ملحوظات ومنل شی. طالبان يو څرگند هدف لری د هغه هدف په اړه دی ورسره سوله او تفاهم وشی چی هغه ته موږ سوله وايو كه دولت د بهرنيا نوله اغيز او تاثير نه راووځی نو كيدی شی چی د سولی او تفاهم دا بهير بری ته ورسيږی. دريم گړی هغه وخت كولی شی رول ولوبوی چی دولت پوره اماده گی ولری كله چی امريكاييان د طالبانو سره د مذاكری مخالف وی نو بيا دريم گړی څه كولی شی دا هغه وخت كيدای شی چی دولت و وايی چی موږ د ملا محمد عمر، حكمتيار او حقانی سره نيغ په نيغه مذاكری ته حاضر يونو بيا به دايوه نتيجه وركړی. ",دطالبانودپياوړتيا څرګند لاملونه 2788,مصباح د کابل څخه," د کابل څخه دمصباح رالیږنه   د هيواد له فرهنګي او كلتوري ميلو او مشاعرو څخه يوه هم دمڼي ګل ميله ده چي په وردګو كي هركال دپسرلي په سركي چي مڼي ګل ونيسي لمانځل كيږي څرنګه چي دمرحوم ډاكټر عبدالوكيل په زيار په ټول هيواد كي دكرني څانګي ته ډيره پاملرنه شوي وه دميدان وردګو په ولايت كي دمرحوم په زيار دمڼو حاصل ښه نتيجه وركړي وه له دي امله دمڼي ګل مشاعري دلمانځلو دودله هغه وخته رواج شوي پخوا به دغه ميله يوازي تر مشاعري محدوده وه ولي اوس دمڼي ګل ميلي او مشاعري دلمانځلو ځانګړي بڼه غوره كړي دهيواد له ګوټ ګوټ څخه شاعران ليكوالان فرهنګيان ټولنيز شخصيات دولتي چارواكي پدي ميله كي برخه اخلي سږني دمڼي ګل مشاعره دغوئي په ۲۲ نيټه دسيد اباد ولسوالي دشيخ اباد په سيمه كي په يو باغ كي جوړه شوي وه داځل ما هم دمڼي ګل په مشاعره كي ګډون درلود . يوزيات شمير درانه ميلمانه چي دميدان وردګو والي هم پكښي وو په مشاعره كي حضور درلود دغه راز دولسي جرګي ولايتي شورا غړو قومي مشرانو علماء كرامو دهيواد له ډيرو ولايتونو څخه شاعرانو ليكوالانو په مشاعره كي ګډون كړي وو ميله په سوله ايزه توګه سرته ورسيده ولي هغه نيمګړتيا وي چي ماوليدي غواړم هغه په لنډوټكو كي ولايتي چارواكي او هغو وروڼو ته چي دميلي چاري ئي په غاړه وي وړاندي كړم دميلي له اهدافو څخه يو دادي چي ملي يووالي ددي لاري غښتلي شي نوبايد چي ددي ولايت دوګړو او ميشته قومونو او پرګنو ګډون پكښي يوشان وي ترڅو هغه هدف چي دملي يووالي غښتلتيا ده ترلاسه شي . بل داچه دي ميلي ته لوړ ميلمانه بلل شوي وو دميدان وردګو والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي دولسي جرګي درانه غړي قومي مشران علماء كرام اوداسي نور نو په كار خو داوه چي دغو ميلمانو ته له راتګه وړاندي ځانګړي ځايونه په نښه شوي واي ولي ماوليدل كله چي والي تشريف راوړ دهغه لپاره ځاي نه وو بيا دلومړي كتار ناستو له والي څخه وغوښتل چي ددوي په څوكي كښيني په همدي ترتيب مشران دولسي جرګي اوولايتي شورا غړي اونور چي دادټولو اصولو خلاف يو كاروو دداسي لوړو شخصيتو نو په درناوي ميله درنه كيده مسئولين بايد راتلونكي كي دي ټكي ته جدي پاملرنه وكړي ميله بايد منظمه اوكوربا نه د ميلمه پالني او تشريفاتو نزاكتونه مراعات كړي . بله ستونزه دويندويانو يادپروګرام چلونكو وه هغه سي چي تمه كيده په هغه ډول نه وو. بل داچه له وينا كوونكو څخه يو هم قومي مشرقاضي صاحب امين وردګ وو هغوي په خپلو خبروكي وويل چي دوردګو وروڼو ترمنځ بايد چي وحدت اويووالي ټينګ شي ده وويل چي اوس وردګ په ملي شوراكي سره له ډيروالي استازي نلري اولامل ئي ديووالي نه شتون وباله او دغه راز ئي دوردګو خلك چي په دولتي لوړو څوكيو او بهرنيو موسساتو كي كاركوي پړه وبلل چي ولايت ته ئي خدمت ندي كړي په مجموع كي دقاضي صاحب خبري معقولي او حقيقت وو ولي لومړي دوي خپله دامشكل لري له ده نه بايد وپوښتل شي چي تاسو هم يووخت په خپله سيمه كي ښه نفوذ درلود او پورتني ټول ابتكارات موكولاي شواي خو تاسو هيڅ ندي كړي اوس هم وخت ندي تير دي ته ورته نوري نيمګړتيا وي هم موجو دي وي هيله د ه مسئولينو به هم نوټ كړي وي څرنګه چي مڼي ګل ميله ديو لړ مهمو موخو دپاره ترسره كيږي چي له هغو څخه دملي يووالي غښتلتيا دبزګرانو بڼوالو ستونزي دولتي مسئولينوته نيغ په نيغه رسول كيږي كروند ګردكوكنارو نه كښت ته تشويق كيږي تلفو پرګنو ترمنځ افكار او نظريات تبادله كيږي . خلك سولي ، يووالي ته رابلل كيږي نوددي په خاطر چي دغه ټولي موخي لاس ته راغلي وي بايد چي دغه ميله هركال له مخكيني كال څخه په غوره بڼه او ښه ډول ترسره شي څرنګه چي دميلي دجوړښت چاري مدني ټولني په مخ وړي سره ددي چي دوردګو داطلاعات او كلتور رياست هم پكښي ليكل شوي وو ليكن دجوړونكو ترمنځ هماهنګي نه وه موجوده پدي اساس موږ دميدان وردګو ولايت له ولايتي چارواكو محترم والي صاحب څخه هيله كوو چي ددي ميلي په جوړښت كي خپل كردار پراخ كړي او دغه كردار نه بايد چي ددولتي اغيزي په توګه وانګيرل شي داځكه چي پدي ميله كي ملي ، ولسي ، امنيتي ، زراعتي ، اقتصادي ګټي نغښتي نو بايده ده چي دولت اوولسي خلك ئي په ګډه چاري په ښه ډول تنظيم كړي . په درناوى ",په وردګو کي د مڼي ګل سږنۍ میلې ته يوه كتنه 2789,ابراهيم ناسر,"  ابراهيم ناسر د ساړه جنګ له ټکي سره افغانان بل تر هر چا ډېر ښه اشنا دي٠ افغانستان په وار وار د نړۍ د سترو قوتونو تر مينځ په بېلابېلو رنګونو او بڼو د سړې جګړي ميدان ګرځېدلی٠ هغه که د خپل وخت زاري روس و او که د انګلستان ستر سلطنت، که کمونسټي شورويان و او که د هغو سيالان امريکايان ٠ او يا د وړو ملکونو لکه ايران، پاکستان، هندوستان، او د عربستان تر مينځ هغه سيالي چي د شوروي له ړنګېدو وروسته په افغانستان کي پيدا شوه او افغانستان يې په کنډوالو بدل کړ٠ خو له نېکه مرغه نن، تر بل هر وخت زيات، د نړۍ ټولو هيوادونو يو بل ته لاسونه سره ورکړي او د وران ويجاړ افغانستان د بيا رغوني له پاره يې لستوڼي بډ وهلي دي، تر څو وکولاي شي دغه هيواد بېرته په خپلو پښو و دروي٠  په دې کي شک نشته چي ستر قوتونه لکه امريکا او روس او ګاونډي هيوادونه لکه ايران او هندوستان هر يو په خپل ځای کوښښ کوي چي د افغانستان له خلګو او دولت سره دومره نږدې اړيکي ولري چي په راتلونکي وختو کي يې خپلي ګټي تر بل هر چا لومړيتوب ولري ،او خوندي وساتلې شي٠ دغه رنګ سيالي يو ډېره مثبت بڼه لري ځکه ټول سيال هيوادونه له خپل وس سره سم د افغانستان له خلګو او دولت سره خپل نږدېوالی د لا زياتو مالي مرستو او نورو ژمنو په رنګ کي ښکاروي، کوم ته چي افغانستان دا وخت ډېره اړتيا لري٠ که امريکايان د خپل غټ پوځي قوت له لاري د طالب جنګيالو او د عرب ورانکارو په  ځپلو او له نړۍ څخه د مالي او پوځي مرستو را جلبولو بوخت دی، نو انګرېزان، جرمنان او نور اورپايان د ملي  ارود او پوليسو په روزلو٠ که ايرانيان د سړکونو، مخابراتو او د تجارت په ډګر کي مرسته کوي ، نو شتمن عرب  هيوادونه د ريالو ورکولو او په اسلامي ملکونو د خپل ډيپلوماټيک برلاسي په اثر خپله ونډه اخلي٠ او داسي ډېر نور هيوادونه د صحت، ښووني او روزني په ډګر کي او مدني ټولنو په جوړولو کي زيار باسي٠  دلته د ګوانډي هيواد هندوستان هغه بېساري مرستي چي له سلهاوو بسو نو او يو شمېر الوتکو نيولې تر سړکونو جوړولو، د مخابراتي نظام ځای په ځای کولو، د ښوونځيو په جوړولو، او په تېره بيا د پارليمان د نوې ودانۍ په جوړولو کي يې تر سه کړې دي ډېري د ستايني وړ دي٠ او افغانان په رښتيا ډېر په درنه سترګه ورته ګوري٠  يواځنی ملک چي له افغانستان سره د نړۍ په دغو مرستو سوزي او د افغانستان د بيا رغوني په ګړنديتوت ناخوښی ده، هغه پاکستان ده٠ پاکستان په تېره بيا د هندوستان په پروژو، او د هند او افغانستان ټينګو اړيکو په وير کي اچولی ده٠ نو ځکه يې ځان ته له ټولي نړۍ ګوښې، د  ورانکارۍ، لاره خپله کړې ده٠ دا هم هغه پخوانۍ د جنګ، چور او چپاول لاره ده چي له نږدې دونيمو لسيزو يه پلي کړي ده٠  پاکستان په کلکه د پخواني  طالبانو او ګلبدينيانو په لاس د افغانستان د بيارغوني په لار کي خنډونه اچوي، او نه غواړي چي امريکا، اورپا او نور ملګري ځواکونه په افغانستان کي په جديد اصولو ولاړ او په جديد وسلو سمبال  اردو او پوليس وه روځي٠ دوی نه غواړي چي په افغانستان کي د زدکړي کچه تر پاکستان لوړه شي، نه غواړي چي په افغانستان کي سړکونه جوړ شي او افغانستان له اقتصادي نظره دومره په مخ ولاړ شي چي خپل خلګ يې خوشاله ژوند ولري، او د لري پښتونخوا خلګو ته تر لاهور ګټور وه برېښي٠ پاکستان تر ټولو زيات غاښونه هندوستان ته چيچي او په افغانستان کي د دوی وګړي په نښه کوي تر څو هند دې ته اړ کړي چي په افغانستان کي د بيا رغوني کارونه بند کړي،  له افغانستان نه لاس واخلي او پاکستان ته لار ورکړي چي ده تېرو دوو لسيزو په شان دافغانستان خاوره او خلګ د خپلو سياسي او سټراتيژيکو ګټو له پاره د نورو هيوادو خلاف وه کاره وي٠  نو ځکه يې  په هندوستاني انجينيرانو او نورو کارکونکو پسي را اخيستې ده٠ د هندي موټروان منينپان او انجينير نرايانا بېرحمه وژني يې ښګاره بېلګي دي٠ هم دا رنګه يې په کوزه پښتونخوا کي د طالبانو غورځنګ نه يوازي ژوندی ساتلی او له هغو سره يې هر رنګه مرستو ته دوام ورکړی بلکه نور يې هم غوښتلی کړی دی٠  خو ترهګري هيڅ کله نړیوال ځواکونه  له افغانستان په شا تلو اړکوای نه شي٠ له دغو ترخو پېښو وروسته هندوستان د ډيورنډ کرښي ته نږدي، او په تېره بيا په ننګرهار او کندهار کي خپل موجوديت نور هم ټينګ کړی، او دې ته اړ شوو چي په سلهاوو کمانډويي عسکر په دغو سيمو کي ځای په ځای کړي تر څو وه کولای شي د پاکستان له بريدونو د خپلو هغو وګړو ژوند، چي دلته د بيا رغوني په کارو بوخت دي، خوندي وه ساتي ٠   هندوستان ښکاري دې ته هم اړشوی وي چي په بلوچستان کي د بلوڅ ملتپالو او بېلتون غوښتونکو سره مرسته وکړي٠ او دا هم څه پټه خبره نه ده چي په جلال اباد او کندهار کي د هند د اثر په زياتېدو پښتانه او سندي ملتپاله ګوندونو خوښي څرګنده کړې، که پاکستان په افغانستان کي خپلولاس وهنو ته دوام ورکړي او د هندوستان او د نورو هيوادو بېګناه انسانانو وژني بندي نه کړي، لري نه ده چي دغه هيوادونه به ګډه پښتانه او سنديان د بلوڅ ملتپالو په شان په وسلو سمبال کړي.. پاکستان چي ووس د ملياردو ډالرو په لکښت د ګوادر بندر جوړوي، له مېنځنی اسيا سره کلتوري او اقتصادي اړيکي ټينګول غواړي، د افغانستان له لاري مېځنی اسيا ته د سړکونو او  اورګاډو خوبونه رښتيا کول غواړي، او د افغانستان له لاري د ګازو او تېلو نلونه تېره ول غواړي، نو بيا په افغانستان کي دغه رنګه بېځايه لاس وهني او د جنګ اور ته لمن وهل بېخي غير منطقي ښکاري٠  په دې هر څه برسېره، د پاکستان د اقتصاد لويه برخه دا وخت له باندنۍ مرستو جوړيږي چي د ترهګرۍ په ضد مبارزې کي د مرستي په بدل ورکول کيږي٠ خو اوس هرچاته جوته ده چي دترهګری په ضد د پاکستان مرسته تش په نامه ده٠ او غربيان هر وخت کولای شي دغه  مالي مرستي په پاکستان بندي کړي، او د پاکستان اقتصاد د ١٩٩٨-٢٠٠٠ کلو په شان ډېواليتوب ته ور ټېل وهي٠ څنګه چي نړیوال ايتلاف  د افغانستان د بيا جوړوني ټينګه او د اوږدې مودې ژمنه کړې ده، نو په داسي حالاتو کي د پاکستان له لوري پخوانۍ کرغېړني تګلاري ته دوام ورکول په مانا دي نړۍ سره جنګ کول دي٠ او دا ښکاريي چي د پاکستان  د واک پړي د يو څو ډېرو بې مسؤلو او بېکفايتو مشرانو په لاس کي دي، او د هغو تر شا بيا د ائ، ايس، ائ يو تعداد خلګ ولاړ دي، او دوی کنټروله وي چه خپلي شخصي ګټي تر هر چا، هر هيواد، دين او هر پېغور ورته ګراني دي٠ په بله مانا دغه ملک ديو مافيا له خوا کنټروليږي.  هر کله چي د يو هيواد د مشرتابه واګي د داسي غير مسؤلواو بېکفايته مشرانو په لاس ورشي نو د ژوند مزل يې ډېر لنډ شي٠ ځکه خو تېره اونۍ د نړۍ د ناکامه هيوادو په قطار کي پاکستان له څلوردېرشم نه نهم شمېر ته راپرېووت٠  په پاکستان کي دننه او نږدې چاپېريال ته که سړی ځير شي نو دومره ويلای شي که چيري په راتلونکو کلونوکي دغه ملک نور هم په چيټکۍ له خپلو پښو وه نه لوېد نو دا به يوه معجزه وي٠ ",په افغانستان کي پاکستان له نړۍ سره لاس په ګرېوان 2790,سمیع الد ین افغانی,"  هڅه  ده  ټینګ عزم  ارادی لری ګوره د  افغان زړه څه  اسری  لری څوک دی چه احساس ته قر بانی ورکړی ودانګی مرچل  ته  عقیدی  لری ژوند  ترخو خوږو چه وی  پوخ کړی څوک اور وی د احساس  بلی لمبی  لری پوهه  هم ښکلا ی ده په زړونو  کی خلکو سره  ښی مرودی  لری عمر چه شی تیر  په  ولسونو  کی ګوره  چه روزګار  څه  ورځ  او شپی لری خپله  عقیده  قوی تصمیم  سره ژوند کی  شجا عت راز  او  مزی لری مرد وی د روزګار  چه سربازی  کوی سیند  دی که  سیلا ب  لوړی څپی  لری مائ  افغانی  احساس  احسا س  کړلو مېنه د  وطن ئې  خاطری لری ", افغا ن ته 2791,," په بلخ ولايت کې د پوهنې چارواکو منلې چې تيره شپه د هېواد دښمنانو د چمتال ولسوالۍ د عرب مزار د کلى د نجونو ښوونځى‌ ته چې په دې وروستيو کې د ملى پيوستون پروګرام له مخې نوى جوړ شوي وو ،اور اچولى ، چې له دې امله ودانۍ، د زده کړې ټولګيو ، او ادارې ته ډير زيان رسيدلى او ډير شمير ميزونه او څوکۍ سوي دي . په دغه ښوونځى کې ٥٠٠ زده کونکو زده کړه کوله . ",بلخ کې د نجونويو ښوونځۍسوځول شوى 2792,," ", 2793,," ", 2794,," نن له غرمې مخکې د کندهار ښار ختيځ د( شوراندام کوتل) سيمه کې ځانمرګى بريد شوى دى ،چې له امله يې دولايت د وياند داود احمدى په وينا يوازې ١ موټر چلوونکى ډير کم ټپىشوي دي . چاودنه هغه مهال شوې چې يو ځانمرګى خپل موټر د ماين پاکولو د يوې موسسې له موټر سره جنګولى دى . په بريد کې ځانمرګۍ وژل شوى دى او د ماين پاکولو د موسسې يو موټر په بشپړه توګه ويجاړ او يو بل زيانمن شوى دى . بريد د کندهار ښار او هوايى ډګر ترمينځ د سړک په سر رامينځ ته شوې دى . د ځانمرګى هويت نه دى معلوم او په دې اړوند دولتى چارواکو پلټنې پيل کړي دي . طالب جنګياليو ددغه بريد پړه منلې .له بل لوري د پنجوايى او ژيړې ولسواليو کې فوځى عمليات او جګړه دوام لري ، اوځايى اوسيدونکى له سيمې څخه د فرار په حال کې دى. د دغه عملياتو رسمى پخلى لا نه دى شوى . ",ځانمرګى بريد کند هار کې ١ تن وژلۍ او ١ ټپي کړى 2795,," په هغه وسله وال بريد کې چې نن سهار وختې د زابل ولايت مرکز قلات ښار ته نږدې د (سپينه غبرګه ) سيمه کې په يو ټيلرى لارى شوى ٢ موټرو ته زيان رسيدلى دى . د زابل د پوليسو مشر بينوا ته وويل په بريد کې مرګ او ژوبله نه ده رامينځ ته شوې او ٢ تنه شکمن کسان د پپېښې په اړوند نيول شوي دي . دغه ټيلري لارى د هرات څخه ٥ موټر کابل ته ليږدول . ",په زابل کې په ملکى موټرو بريد شوى دى . 2796,," د بلخ پوهنتون په سلګونو زده کوونکونن ددغه پوهنتون د رئيس انجينير حبيب الله د ناسم چلند په وړاندې مظاهره وکړه اود زده کړې ، خوړو او ادارى فساد د مخنيوى په اړوند يې د اصلاحاتو غوښتنې درلودې . دوى د پوهنتون مشر په دې تورنوى چې د انجينيرى د پوهنځۍ يو زده کوونکى يې په څپړه وهلى او سپکې سپورې يې ورته ويلې . د پوهنتون رئيس بينوا ته وويل : چې مظاهره سياسي بڼه لري او رقيبان يې غواړي له دې لارې، دى له دندې ګوښه کړي . د بلخ پوهنتون کې اوس مهال ٦ زره زده کونکى په لوړو زده کړو بوخت دي .مظاهره کوونکو غوښتنه کوله چې د پوهتنون رئيس دې د خپل ناوړه چلند په اړوند له دوى نه بخښنه وغواړي .ستونزه د يو تن زده کوونکى د پيږند پاڼې ( کارت) د لرلو او نه لرلو په اړوند رامينځ ته شوې ده . ",د بلخ پوهنتون زده کوونکو لاريون وکړ . 2797,," تيره شپه د ٢ بجو په شاوخوا کې د افغان دولت مخالفو جنګياليو د کندهار د شاولى کوټ په ولسوالۍ وسله وال بريد کړى دى .د کندهار د ولايت وياند داود احمدى بينوا سره د بريد خبره منلې او وايى بريد په شاتمبول شوى او دولتى ځواکونو ته په کې مرګ او ژوبله نه ده رسيدلې او نه د ولسوالۍ ودانۍ سوې ده . د طالب جنګياليو يو وياند ادعا کړې چې په دغه بريد کې يې ٧ تنه دولتى پوليس وژلى او د ولسوالۍ ودانۍ ته يې اور اچولى دى . د کندهار وياند د طالبانو ادعا نه مني او خبريالانو ته يې بلنه ورکړه چې له ولسوالۍ څخه ليدنه وکړي .طالب وياند دا هم ويلى چې په جګړه کې د دوى يو طالب وژل شوي دي. ",په شاه ولى کوټ ولسوالۍ وسله وال بريد شوي 2798,بېنوا خپرنيزه څانګه," څه موده مخته بېنوا ويبپاڼي د افغانستان د وتلو سندغاړو له سندرو څخه يو شمېر د بېنواويبپاڼي لوستونکو ته وړاندي کړې . په دې اړه تر اوسه پوري تر سلو زيات ليکونه راورسېدل ، لوستونکو او اورېدونکو مو سندري خوښي کړې وې او د يوشمېر نورو سندرغاړود سندرو غوښتنه شوې وه . موږ  په ځوابي ليکونو کي د هوکې ژمنې وکړې او د پلي کولو هڅي  . له هغوی څخه يې د ښاغلي رحماني د ږغ او سندرو مينه والو ته زيری ورکوو او  په جرمني کي مېشت ښاغلي ډاکټر عبدالباري ته کورودانی وايو چي زموږ غوښتنه يې رحماني صاحب ته چي په ډنمارک کي اوسېږي ورسوله  اوهمدا ډول د وتلي سندرغاړي استاد رحماني څخه مننه چي د ډاکټر صاحب عبدالباري له لاري يې موږ ته سي ډياني راولېږلې او د خپرېدو اجازه يې وکړه . له درېو بېلابېلو سي ډي ګانو څخه نوي او زړې سندري دلاندي عکس په کښېکاږلو سره واورﺉ   ",له بېنوا ويبپاڼي د ( رحماني ) سندري واورﺉ 2799,," دهلمند د موسى کلا ولسوالۍ کې تيره شپه د افغان دولتى ځواکونو او مخالفو جنګياليو ترمينځ درنده جګړه شوې ، چې دواړو لورو ته مرګ او ژوبله اوښتې . له سيمې څخه د يو رپوټ له مخې طالب جنګيالى په ولسوالۍ ور ننوتى دي . طالب وياند قارى يوسف منلې چې تيره شپه يې ولسوالۍ له يوې جګړې وروسته نيولې اوودانۍ ته يې اور اچولى دى . ده ادعا کړې چې په دغه جګړه کې ١٨ دولتى عسکرمړه او ټيپان شوي دي . قاري يوسف وايى يو طالب جنګيالى هم وژل شوى او ٥ تنه نورژوبل شوي دي . قارى يوسف ويلى چې پلويان يې له ولسوالۍ وتلى او نن سهار ائيتلافى ځواکونو هلته هوايى بريدونه تر سره کړي دي . دهلمند مرستيال محمد امير ادعا کړې ده چې د موسى کلا په جګړه کې يې تر ٥٠ډير طالب جنګيالى وژلى او يا ټپيان کړي دي .دى وايى د ١٤ تنو مړى لا تراوسه په سيمه کې پراته دي او په جګړه کې ٩ تنه دولتى پوليس وژل شوي دي . مګر طالب وياند قاري يوسف په وروستيو څرګندونو کې يوازې دا ومنله چې ٣ تنه طالب جنګيالى وژل شوي . ده ادعا وکړه چې د موسى کلا د ولسوالۍ مرستيال ( موسى خان ) يې هم وژلى دى او ډيره اندازه وسلې او مهمات يې وړي دي .د هلمند مرستيال منلې چې د ولسوالۍ ودانۍ ته زيان رسيدلى دى . ",د هلمند په موسى کلا کې درنده جګړه شوې . 2800,بېنوا خپرنيزه څانګه," دافغانستان نوی ملي سرود چي شعر يې دافغان وتلي او نوميالي شاعر ښاغلي عبدالباري جهاني، کمپوز يې د ببرک وسا او ږغونه  د استاد صادق فطرت ناشناس ،  آرمان  اوميرمن افسانې دي ، په آلمان کي يې يوه ډله نور ځوانان هم ملګري وو. افغان ولسمشر ملي سرود د يو والي او ملي هويت سمبول بللی دی . افغان ملي سرود د اساسي قانون د لويي جرګې يوه تر ټو له ستره لانجمنه موضوع وه . د ملي سرود د اوریدو لپاره دلته کلیک وکړي      ملي سروددا وطن افغانستان دیدا عزت د هر افغان دیکور دسولي کور دتوريهر بچی یې قهرمان دیدا وطن د ټولو کور دید بلوڅو د اوزبکود پښتون دهزاره وود ترکمنو د تاجکوورسره عرب، گوجر ديپامیریان ، نورستانیانبراهویي دي، قرلباش ديهم ایماق هم پشه یاندا هیواد به تل ځلېږيلکه لمر پر شنه اسمانپه سینه کي د اسیا به لکه زړه وي جاوداننوم د حق مو دی رهبروایو الله اکبر  وایو الله اکبر   د ۲۰۰۵ کال د سپټمبر په لمړۍ نېټه ښاغلي جهاني صاحب د يوې ليکني په ترڅ کي د ملي سرود په وړاندي ستونزي افغانانو ته روښانه کړې ، که تاسو هغه ليکنه نه وې لوستې د لوستلو د پاره يې دا ځای کښېکاږﺉ ",دافغانستان ملي سرود - واورﺉ او ولولی 2801,," د افغانستان جنوب کندهارکې د چهارشنبې په ورځ دمخالفو جنګياليو سره د جګړې په ترځ کې د کانادايى ځواکونو لومړنۍ فوځى ميرمن چې دفوځ د توپ چى برخې صاحب منصبه وه ،وژل شوې او ٣ تنه افغان دولتى عسکر ټپيان شوي دي .په افغانستان کې د کانادايى ځواکونو يو وياند د پېښې پخلۍ کړى او وايى يو شمير طالب جنګيالي يې په جګړه کې وژلى او يو شمير نور يې ژوندى نيولى دي . وياند ويلى له دويمې نړيوالې جګړې وروسته دا لومړنۍ شځينه افسره ده چې جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي . کانادا ٢٣٠٠ ځواکونه افغانستان کې لري او دکانادا پارلمان په پرونۍناسته کې ومنله چې ځواکونه يې د ٢ نوروکلونوله پاره افغانستان کې پاتې شي . تر اوسه ١٦ فوځيان او يو ديپلومات افغانستان کې وژل شوي دي. ",افغانستان کې کانادايى فوځى ميرمن وژل شوى 2802,محمد اسرار= کابل," محمد اسرار= کابل کرزی خپله کابینه ولسی جرګی ته وړاندی کړله او د ولسی جرګی غړیو دوزیرانو د تیرو کارنامو په اساس هغوی ته مثبت او منفی رای ورکړلی دا د هغوی مسؤلیت دی چی کوم وزیران یی ددی وړ وبلل چی هغه باید په نوی کابینه کی وی او پنځه وزیران یی د کابینی له لست څخه لیری کړل یعنی هغوی د ولسی جرګی د غړیو څخه د اعتماد رایه ترلاسه نکړی شوه.  دا خو د وکیل صاحبانو مسؤلیت ؤ چی هغوی خپله غاړه خلاصه کړله خو اوس کرزی صاحب هم قسم خوړلی چی رهین او فرهنګ باید حتماُ په خپله کابینه کی ځای په ځای کړی او زما په نظر ددی دوه علتونه کیدای شی یو داچی رهین په ښکاره د پښتنو سره دښمنی کولای شی .  او بله دا چی په افغانستان کی قحط الجال یعنی د پوهانو او د انسانانو قحطی راغلی ده او د رهین او فرهنګ څخه په غیر نور هیڅوک ددی وړ ندی چی هغه دی وزیر شی.  کرزی خو به خپله چاپلوسی وکړی خو دا اوس د ولسی جرګی د وکیلانو مسؤلیت دی چی هغوی په خپلو ځانونو باندی او په خپل قول باندی تر کومه حده پوری متکی دی او ایا هغوی خپله فیصله بدلوی او که بیا هم هماغه فیصله کوی نو زما په نظر که کرزی پنځه ځله هم دغه دوه بی شرمه وزیران ولسی جرګی ته وړاندی کړی نو د هغوی فیصله باید چی همهغه یوه فیصله وی او دغه کسان بیا هم رد کړی.  بله دا چی دغه دواړه څومره بی شرمه دی چی یوځل دملت داستازیو له خوا ورټل شول او اوس دوی ددوهم ځل لپاره ځانونه امتحان ته وړاندی کوی دوی باید افغانستان پریږدی او یو بل ملک ته ولاړ شی او تر مرګه بیا افغانستان ته رانشی. نو کرزی ته زه دا سوال کوم چی د خدای لپاره بل څوک پیدا کړه خو ددغو بی شرمه انسانانو څخه تیر شه  او د ولسی جرګی غړیو ته زما دا سوال دی چی که په رشتیاځانونه افغانان او د همدې ملت خدمتګاران بولی نو پر خپله مخکنۍ خبره او فیصله به ودرېږی او  دې دوو وزیرانو ته به د اعتماد رایه ورنکړی او که د اعتماد رایه مو ورکړله نو تاسی به د ملت په وراندی بې اعتماده شی. ---------------------------------------------------------------------------- لاندي لیک سیدحسن پاچا له لندن څخه د پورته لیکني په جواب کي رالیږلی چي بېنوا خپرنیزه څانګه ئې د خپل ارزښت لمخي خپروي . (هادي ) سیدحسن پاچا = اکسفورډ لندن ښاغلی محمد اسرار تر هر څه د مخه لومړی ستاسو د صحت او سلامتيا په هيله! ډېره پرځای خبره مو کړې او حقيقت مو ويلی دی، خو ولې زه په دې وېرېږم داسې نه چې د عبدالرحمن په قضيه کې خو نه يوازې دا چې د ښاغلي بوش نه نيولې تر ښاغلې رايس، د استراليا، کاناډ او د ايټاليا تر صدراعظمانو پورې يې ملاتړ وشو او اخر خبره تر پاپ پورې ورسېده چې هغه هم خپل يو شخصي ليک ښاغلي کرزي ته استولی وو چې نوموړی بايد خوشۍ شي او د خوشې کېدو سره هغه دی ايټاليا ته ورسول شو او د ايټاليا حکومت ورته سياسي پناه ورکړه او اوس هلته خپلې شپې او ورځې سبا کوي. اوس بيا داسې نه وي چې ښاغلي کرزي ته بيا د کومې خوا نه ورته پټ په غوږ کې څه نه وي ويل شوي چې نه همدا دوه کسه به اخلې که نه يې اخلې، نو ته به د قحط الرجال سره مخ يې او حکومت به دې په ټپه ولاړ وي. دا خو داسې مانا ورکوي چې له بهر نه يو څوک پر يو چا باندې تپل کېږي هغه هم بيا پر يوه مېړني ملت باندې. دا خو بيا نه اجتماعي عدالت دی، نه ډېموکراسي، بلکې تېری دی او همېشه لپاره هغې منفي نتايج زېږولي دي ډېر مثالونه يې په تاريخ کې شته. افغانان دا هيله لري چې بس دې نوموړي په خپله تېره دوره کې د يو اسلامي هېواد د ترمېنالوجۍ لپاره کار کړی دی نه د خپل هېواد او خلکو لپاره او هماغه خدمت يې بس دی. که وروسته نسل لازمه وګڼله چې خدمت يې پرځای دی هغه دی چې احترام به يې وشي او که ثابته شوه چې نه ده د خپل هېواد د ملي ترمېنالوجۍ پرځای د يو بل اسلامي هېواد لپاره کار او خدمت کړی دی، نو ممکن چې حساب ورسره ورکړي او نوموړی مجبور دی چې ځواب يې ورکړي. دا وروستۍ فيصله ده وروسته به سره کتل کېږي چې څه کېږي. افغانان وايي چې موږ د خپلو ټولو همسايه وو سره ښې اړيکي ټينګول غواړو او زموږ ايمان، وجدان، شرافت او خپل افغاني غرورو او کړنلاره موږ ته د دې اجازه نه راکوي چې موږ دې د چا په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړو هغه که پر هر لحاظ وي، نو چې افغانان دومره حساس دي او دا خبره نه شي زغملی، نو بيا بل چا ته کله اجازه ورکوي چې بل څوک دې د دوی په کلتور او ملي ترمېنالوجۍ کې ګوتې ووهي هغه سياسي مسايل خو يې لا څه کوې. د ميرويس خان نېکه تاريخ ته دې مراجعه وشي چې شاه حسين سره څه وشول. نو ښاغلي رهين صاحب نه يوازې دا چې د پښتنو پر نيکونو لکه احمدشاه بابا، ميرويس خان نيکه او پر يو مدبر پاچا غازي امان الله خان او همدارنګه پر نورو پښتنو لکه وزيرصاحب محمدګل خان او په سلهاوو او زرګونو داسې نورو باندې، بلکې دې خو په صراحت سره د افغانستان په ټول تاريخ باندې ملنډې ووهلې. خلک نه پوهېږي چې نوموړي دلته د افغانستان لپاره کار کاوه او که زموږ د يو اسلامي ورور ايران لپاره او همدرانګه راڅخه لږ ليرې د هندوستان د کلتور او فرهنګ لپاره. اګر چې افغانان د هندوستان سره ډېره اوږده دوستي لري او دا دوستي زموږ پر ډېرو پراخو اړيکو بنا ده او هندوستان د خپل يو ناپييلي هېواد په توګه هغه هېڅکله ځانته د دې اجازه نه ورکوي چې زموږ په چارو کې دې مداخلت وکړي، بلکې هغوې د همشه لپاره خپل ناپييلی سياست په منطقه کې ساتلی دی. هغوی پر دې مسايلو زموږ څخه ډېر ښه پوهېږي هغوی زموږ د يو بل اسلامي هېواد په حيث نه دي چې اوس ترې لاره ورکه شوې او د همېشه لپاره يې د شيطانۍ لاره خپله کړې ده کله يوه پلمه کوي او کله بله. څوک چې بل ته کوهي کني خپله به يې پکې شپه وي. که نوموړو دې هېواد ته کار کړی وای افغانان دومره احسان فراموشه نه دي چې د چا حق پټ کړي او افغانانو د همېشه لپاره په مېړانه خپله قرباني ورکړې ده. نو دغه نوموړي دواړه وزيرصاحبان دې په دې نه خفه کېږي بس همدغه خدمت يې بس دی چې په خپله تېره دوره کې يې کړی دی او همدا به يې کافي وي چې اوس ترې څوک حساب نه غواړي او خلکو يې نتېجه په خپلو سترګو کتلې ده. که دوی بيا هم وازمايل شي دوی بيا هم د اسلامي هېواد ايران لپاره کار کوي نه د افغانستان او افغانانو لپاره، نو داسې يو څوک چې اقلاً خپله يوه ملي صبغه نه لري، نو بيا ولې پر افغانانو تحميل شي. هيله ده چې کرزی او دوی هم دا مسايل درک کړي چې دوی نور د هېچا په کار نه دي او نه ترې د خدمت توقع لري. نور ډېر اهل کسان شته د خدای فضل دی په دې ملک کې ډېرو کسانو زده کړه کړې ده او هغوی له خلکو سره ډېرې نزدې پراخې او دوستانه اړيکي لري چې خلک به يې د ستر په سترګو ومني چې ځېنې يې په هېواد کې دننه او ځېنې يې په بهر کې دي، ولې د هغوی سره ارتباط نه نيول کېږي او داسې ايران پلوه نور د خلکو په کار نه دي او بايد پر خلکو نور تحميل نه شي. نو کرزی صاحب خو هوښيار سړی دی، ولې داسې يو کار کوي چې د ټول ملت زړه له ځان څخه بدوي ځکه چې نوموړی خو ټول ملت ټاکلی دی او يوازې د نوموړو دواړو وزيرانو له خوا نه دی ټاکل شوی او ښه به دا وي چې د يو معقول او هوښيار او تجربه لرونکي انسان او مشرتابه په توګه ورته قناعت ورکړي اوپرځای دې يو بل صالح انسان رامنځته کړي چې د ټولو خلکو او ملت پرې اتفاق راشي او اعتماد پرې ولري او پر دوی نور څوک اعتماد نه لري. بس که يې ښه يې کړي وي خلک به يې ښه ياد کړي او که يې بد کړي وي خلک به يې بد يادوي او دا خو يو حقيقت دی چې له دوی څخه دا نه جبرانېدونکې خطا شوې ده او دا خطا اوس بېرته په وزير کېدو سره نه شي جبيره کېدای. ځکه دا تاريخ دی او تاريخ د تل لپاره پر حقيقت باندې مبنی وي او تاريخ بيا هېڅکله چا ته دا موقع نه ورکوي. ولې موقع ورکوي په هغه صورت کې چې هغوی خو په سلويا په زرو کارونو کې يو کار د سړيتوب او يا د ملت پر ګټه کړی وي او چې چا په خپله ټوله دوره د وزارت کې د بل چا لپاره کار کړی وي، نو هغه ته به څه موقع په لاس ورکړل شي. نو رهين صاحب په خپله ټوله دوره کې د اسلامي هېواد ايران لپاره کار کړی دی نه د افغانستان او افغانانو لپاره او ځکه خو اوس له دې مشکل سره مخ دی او د دې ځواب بل هېڅوک نه شي ورکولی. که ده چېرته يو نيالګی قدری کښېنولی وای اوس به معلومه وای چې چېرته يې کښېنولی دی او خلک به يې سيوري ته ناست وای. دا د افغانستان د مشرتابه مسووليت دی چې د يو کس ، دوه کسو لپاره څوک خپل ټول ملت له ځان څخه نه ناراضه کوي او بلکې کوښښ کوي چې ملت پرځان باندې راټول کړي. نه ګورې چې له يوې خوا له هغسې جنجالونو سره لاس وګريوان يو چې د طالب د يوې سپېڅلې طبقې په نوم مو هېواد ورانېږي جګړې ورځ پر ورځ زياتېږي او امنيت مو له هغسې ګواښ سره مخامخ دی. دا به يوه ښه او معقوله او پرځای خبره نه وي چې دغه دواړه ښاغلي له خپلو وزارتونه څخه تېر شي او د يوې سرتاسري سولی او يووالي لپاره نور په خپلو کورونو کې کښېني او خدای ناخواسته د دوی بيا ټاکنه د نورو مشکلاتو زېږنده نه شي. موږ په يوه ډېر بحراني حالت کې قرار لرو او دا خبره ثابته ده که اوس راڅخه بهرنۍ قواوې ولاړې شي، نو زه فکر نه کوم چې د کرزي صاحب حکومت به زموږ د همسايه وو له لاسه تر يوې مياشتې دوام وکړي. ټولنه مو باسواده قشر کم لري او د خلکو تنويرول دا يوه ډېره لويه ستونزه ده، نو چې يو روشنفکر دومره د يو وزارت پسې رااخېستي وي، نو د نورو خلکو څخه څه ګيله په کار ده. او دا خو د دوی بې کفايتي ثابتوي چې خدای ناخواسته بل هېڅوک په دې هېواد کې نشته. که دوی وي په وزارت کې ، نو افغانستان به هم وي او که دوی نه وي، نو افغانستان سمدستي د نقشې له رويه د منځه ځي ځکه چې افغانستان دوی په پښو ودرولی دی. او که خبره د يو اسلامي هېواد د ګټو ساتنه وي ان شاءالله چې د هغوی ساتنه به د هغوی د نفوذ په اندازه ساتل کېږي او افغانستان اوس په يوه داسې مرحله کې قرار لري چې که خدای (ج) کړي وي دا مسايل به په مرورو د وخت سره حل او پايداره شي او اوس خو هلته ټولې بهرنۍ قواوې شته هغوی پوهېږي چې څنګه دا توازن برقرار وساتي حاجت هېچا ته نشته. او اوس خو ورسره هغه دی چې مسلم غيرمسلو ټولو قناعت کړی دی او دا خبره په نړيواله کچه تضمين شوې ده. که د ملت خوښه نه وي هېڅوک څوک پر چا نه شي تحميلولای که داسې کېدای شوای، نو انګرېزانو او روسانو او له هغوی څخه مخکې مغل او چنګېزانو دا وسه کړې ده، ولې څه ګټه يې نه ده پورته کړې بې له شکسته او اوس يې امريکاييان هم د زور له لارې نه شي کولی. داسې معلومېږي لکه چې دې هېواد ته احمدشاه ابدالي، ميرويس نيکه او له هغې نه وروسته پاچاهانو لکه: امير حبيب الله خان، غازي امان الله خان او خپله پاچا په دې څلوېښت کلنه دوه کې هېڅ نه دي کړی او همداسې ورپسې بيا شهيد سردار محمد داؤد خان درواخله. دا د حساب خلک لکه چې په دې هېواد کې همدا دوه وزيران دي بل څوک نشته. په درنښت",قحط الرجال یا د روشنفکرو انسانانو قحطي 2803, محمد يوسف خدمتګار,"  غزل رنګين غوندی الفاظ غواړي مينيدل ځانته  يو راز غواړي زه ليونئ دعشق کوڅو کئ ګرځم ننو تل يو بل  انداز غو اړ ي  په پټه هر سړئ ښکلا خوښوي ښکاره کتل سترګئ دباز غواړي  زرګر د زرو قيمت ښه پيژ ني ګل بويول ځانګړئ ساز غواړي زه خت اوخال او پيزوان نه پيژنم چار ګل نتکۍ دشونډوناز غواړي که دی وصال رخوږئ ميني خوښ وي عزم کول، سوز  او ګداز  غو ا ړ ي که په خپل وخت سره دی وار ونه کړو ګوزار کول بخيل غماز غو ا ړ ي ما خدمتګار که يا ر نوکر ونيسي دا سر منزل همدا امتيا ز غواړي کلاکرويک ناروې ", امتياز 2804,محمديوسف خدمتګار,"  تسليم   ځينو بند کړم په اوبال ځينو بندکړم په قسمت ځينو وسو لوم په چال کي ځينو وخوړم اوچت زه څه هغه بلبل نه يم چی سپرلي کئ دګل ياروي زه څه  ناز  د سنبل  نه  يم  نه  د چا  وړمه منت       زه چلول او تقدير نه منم چی دواړه سره يو شي بس تا منم ستا زلفی اوبل ستا دشونډو ست زه بخت او طا لع نه منم نه زور منم په ځان په ټيټه ژوندون نه منم چی سر می وړم اوچت  زه واک ددنيا نه منم چی حکم په ما و کړي  شړۍ منم ديا ر منم کووم پری سلطنت دبل چا مذهب نه منم چی ما منلئ نه شي بس يو دود دپښتو منم ، منمه افغانيت ما عقل تدبير پيښئ دئ بس ميني ته تسليم يم غز ل د خد متګا ر  منم ، منمه د يا ر  پت کلا کر ويک نا روې ", تسليم 2805,," د کانادا پارلمان، افغانستان کې د خپل هېواد د فوځى ځواکونو دنده او شتون د ٢٠٠٩ زيږديز کال د فبرورى تر مياشتې اوږد کړ ،او د پارلمان له ١٤٩ استازو څخه ١٤٥ استازو د کانادا د لومړى وزير ستيون هارپر له وړانديز څخه ملاتړ وکړ .اوس مهال کانادا ٢٣٠٠ ځواکونه افغانستان کې لري ، چې د افغانستان په جنوب کې ميشت دي .پرون هم کندهار کې له مخالف جنګياليو سره د کانادايى فوځ يوه ښځينه افسره وژل شوې ده.تر اوسه پورې د يو ديپلومات په گډون ١٦ کانادايى فوځيان افغانستان کې وژل شوي دي . ",دکانادايى ځواکونودنده افغانستان کې اوږده شوه 2806,محمد رئيس," ژباړه محمد رئيس""نوراني"" مزار شريف زما مور يوه سترګه  درلود له، ما خپله مور نه خوښوله  هغه زما دپاره يو شرم وه.زما مور په شپي ځاي کي دښوونکو او زده کوونکو لپاره خواړه تيارول.د ښوونځۍ په مخ کي ولاړ وم چي مور مي راغله او پرما يي سلام واچاوه،ما نه غوښتل چي ملګري مي مور و پيژني او هغي ته مي په تريو تندي کتلو سره د تللو جواب ورکړ او تري روان شوم.په سبا ورځ مي ملګرو پرما ملنډې وهلي اوماته يې پيغور راکوه چي ستا مور يوه سترګه لري،و مي غوښتل چي خپل ځان مړکړم او  يا خپله مور دمخي لري کرم.په هغه ورځ مي مور ته مي وويل چي ته زمالپاره يو خجالت يي ملګري مي په ما ملنډي وهي نه پوهيږم چي څه وکړم نوره بايد زما دمخي ورکه شې زه چي ډير غوصه ووم ديو ساعت لپاره هم چوپ پاته نه شوم،مور مي هيڅ ځواب رانکړ او ولاړه.............دهغي خفګان زما دپاره کومه د افسوس خبره نه وه؟نور مي د هغي سره يو ځای اوسيدل نه غوښتل په همدې فکر کي ووم چي د کوره وتښتم، سره دډيره خفګانه مي خپل درسونه په کاميابي سرته ورسول، او دلوړو زده کړو لپاره دسينګاپور ښار ته لاړمهلته می واده وکړ،او  کور مي واخیست، دبچو خاوند شوم او  خو شحاله ووم. چي یوه ورځ مي مور د لیدلو لپاره سينګاپور  ته راغله، هغې زه دډیر وخت لپاره نه ووم لیدلی او نه یې خپل لمسي لیدلي وه.  د غولي منخ ته په رارسیدلو سره ماشومانو د هغی پرسترگی پوری وخندل او وروسته يي د بيري غږونه پورته کړل. ما د ډیره قهره چیغي کړي او ومي ویل چی  تر  څو  ما نه وی غوښتلي ته ولي  راغلې. تا زما ماشومان و ویرول ژرشه ددې ځای څخه ووځه!!!!!!!مور مي  وویل وبخښه چی ما خپله لاره   غلط کړی وه. او د ځای نه ورکه شوه. ډيروخت وروسته دکلي دښوونځي دټولني  د بیا ټاکني لپاره وغوښتل شوم, خپلي  ښځي ته مي  درواغ وویل چی د یو تجارتي سفر لپاره خپل وطن ته  روان یم. د ټاکنو څخه وروسته د خپل کور دلیدلو دپاره لاړم.....گاونډیانو راته وویل چی هغه مړه شویې، ا و ویل  چې مور دي ډیر یادولي،ما يوه اوښکه هم تويه نکړه او یو خط یې  راکړ.لیکلی یې وه..... چي   زما گرانه بچیهزه تا هر وخت یادووم د هغې لپاره چي سینگاپور ته درغلې ووم بخښنه غواړم او ستا ماشومان مي ویرولي وه.د کلی ښوونځۍ  ته دراتلو په اوریدو ډیره خوشحاله شوم. خو دکټ نه په نه جیگیدلو سره کیدای شي تا وه نه گورم  او دهغی لپاره چي ته په ما شرمیدلې او نوی ځوان وی بخښنه غواړم.اوته  پوهیږې،،،،، کله چي ته وړوکئ  وې  د موټر په ټکر کي دي یوه سترګه دلاسه ورکړي وه ،،،،،،. د مور د ډیري میني په وجه مي نه شو کولای چی تا په یوه سترگه ړوند وگورمنو ما خپله یوه سترگه تاته درکړه !!!! خوشحاله ووم  چي  زوی   په سترگه زما لپاره   ټوله دنیا گوری!!!!!!!!!!!!!                                                                            په مورنۍ مینه  ، ستا مور ",يوه سترګه 2807,," په هغه ځانمرګى بريد کې چې نن سهار د ٩ بجو په شاوخوا د هرات ښار د باغ ملت سيمه کې د (هزارو يک شب)هوټل ته نږدې د امريکايى ځواکونو په موټرو تر سره شوى ، د چارواکو په وينا د يو امريکايى فوځى په ګډون په خپله ځانمرګى وژل شوي دي. په دغه ځانمرګى بريد کې موټر ويجاړ شوي او سيمه د کورنيو او بهرنيو ځواکونو له لوري کلابند شوې ده .د هرات د پوليسو مشر سالنګې د بريد پخلۍ کوي او وايىد پېښې په اړوند څيړنې روانې دي .سالنګى وايى ممکن ځانمرګۍ بهرنۍ وي . عينى شاهدان وايى شاو خوا ودانيو ته هم زيان رسيدلى دى او امريکايي ځواکونو د ويرې له مخې هوټل په مرميو ويشتلى دى ..ويل کيږى په بريد کې يو ترجمان او يو ولسى وګړى هم ټپيان شوي دي . طالب جنګياليو د بريد پړه منلې او وايى په دغه بريد کې يې ٨ تنه امريکايي او ايتالوي عسکر وژلى او دوه موټر يې ويجاړ کړي دي . ",هرات کې ځانمرګى بريد ١ تن امريکايى وواژه 2808,," ائيتلافى چارواکو ادعا کړې ، چې د فوځى عملياتو په ترځ کې يې دکندهار دپنجوايى ولسوالۍ کې ١٨ تنه مخالف جنګيالي وژلى او ٣٥ تنه نور يې ژوندى نيولي دي .په دغه عملياتو کې امريکايى او بريتانوى ځواکونو هوايى بريدونه تر سره کړي او يوازې د يوې کانادايى ميرمنې د مړينې پخلۍ شوى دى . د ائيتلافى ځواکونو يو وياند منلې چې عمليات لا روان دي . دغه فوځى عمليات پرون پيل شوي وو او تيره شپه درنده جګړه په دغه ولسوالۍ کې شوې ده . د طالب جنګياليو يو وياند قارى يوسف د ائيتلافى ځواکونو ادعا ناسمه بولى مګر په سيمه کې د جګړې پخلۍ کوي او وايى ٣ موټريې د يو کمين په ترځ کې له مينځه وړي دي . ",کندهار کې ١٨ مخالف جنګيالى وژل شوي 2809,," د لاسى بمى بريد په پايله کې چې تيره شپه د خوست د اسمعيل خيلو ولسوالۍ کې د يو ډاکتر په کور شوى ، د کورنۍ ٢ ميرمنې او ٢ ماشومان ټپيان شوي دي . د خوست ولايت د پوليسو مشر د بريد پخلى کړى او وايى سيمې ته يې يوه ډله پوليس استولى ترڅو د پېښې په اړوند څيړنې ترسره کړي . ",خوست کې د يوبمى بريد پايله کې ٤ تنه ټپيان شوي 2810,,"   دا له قران الکریم نه په پښتو ژبه ژباړل شوی تفسیر شریف دی چې ویل کیږي افغانستان کې لومړی په پښتو ژبه تفسیر دی چې په ډیره ساده ژبه یې ژباړه شوې. دافغانستان داطلاعاتو او کلتور وزارت چاپ کړی او ژباړه یې تر ډیره کچه مولوي قیام الدین کشاف کړې. ",په پښتو ژبه نوی تفسیر شریف له چاپه راووت. 2811,," استراليا به د روان عيسوي کال د جولاى په مياشت کې افغانستان ته ٢٤٠ نور عسکر واستوي څو له هالنډي عسکرو سره يو ځاى د ناټو په مشرۍ د نړيوالو سوله ساتو دماموريت په چوکاټ کې په اوروزګان ولايت کې ځاى پر ځاى شي .له دې شمېر استراليايي ځواکونو سره به په افغانستان کې د استراليايي عسکرو شمېر پنځو سوو ته ورسېږي .د استراليا صدراعظم جان هاورد نن په کانبرا کې خبريالانو ته د دې خبرې د کولو په ترڅ کې وويل  دافغانستان حالات په دغه هيواد کې د ټولو عملياتو په څېر د ائتلاف  دوامدار او غښتلي حضور ته اړتيا لري ،هلته خطر موجود دى .د افغانستان ځينې سيمې لاهم خطرناکې دي او دا مهمه ده هره ژمنه چې موږ کوو بايد په دې ارتباط د درک وړ وي.استراليايي سرتېرې به په اورزګان کې  د هالندي ځواکونو په څنګ کې فعاليت کوي ، هالند پتېيلې ده چې د افغانستان په دې ولايت کې څوارلس سوه عسکر ځاى پر ځاى کړي .استراليايي پوځيان به په افغانستان کې د امنيت او ديموکراسۍ د ټينګښت لپاره د استراليا د مخکنيو ژمنو له مخې عمدتاً د بيا رغونې او ټولنيزو خدماتو په چارو کې برخه واخلي .د استراليا صدراعظم وويل  دا پوځيان به په راروان دوبي کې افغانستان ته ولېږديدوه سوه څلوېښت پوځيان به د جولاى په مياشت کې افغانستان ته روان شي او په  څواوونيو يا مياشتو کې به په مناسب شکل سوله ټينګه کړي چې زه نه غواړم پخپله په دې باندې تبصره وکړم ",استرالياافغانستان ته ٢٤٠ نور عسکر واستوي 2812,," د بريتانيا او هالند د دفاع وزيرانو د افغانستان په جنوب کې د وسله والو طالبان پر ضد د مبارزې برياليتوب  ضروري وبالۀد بريتانيا د دفاع وزير جان ريد خبردارى ورکړ چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو او القاعده پر ضد په جګړه کې هرراز سستوالى د هغوى  د بيا واک ته رسېدو سبب کېداى شي.جان ريد دا خبردارى د يکشنبې په ورځ د افغانستان د سفر په ترڅ کې په کابل کې په داسې وخت کې ورکړ چې په کندهار کې د امريکايي ځواکونو د اډې لور ته توغندي وويشتل شول او په يوه بله وسله واله نښته کې پنځه تنه ووژل شول.د هوا له تودېدو وروسته سږ کال وسله والو طالبانو بيا حملې زياتې کړي او دغو بريدونو د هغو هيوادونو لپاره اندېښنې ډېرې کړي دي چې کندهار،هلمند او اورزګان ته يې ځواکونه لېږلي دي.د بريتانيا د دفاع وزير جان ريد په کابل کې خبريالانو ته  وويل د بريتانيا او د افغانستان د خلکو لپاره به  تر ټولوستر خطر دا وي چې افغانستان بيا د طالبانو منګولو ته ولوېږي. خو هغه په عين حال کې وويل چې د تروريزم ضد ځواکونه به د وسله والو طالبانو پر ضد جګړې ته دوام ورکړي :دهمېشنۍ  ازادۍ عمليات چې د  تروريزم پر ضد  عمليات دي مشري او کنټرول يې  د امريکايانو په لاس کې دى.پر دې سربېره دوهم ماموريت هم شته چې بريتانيا په جنوب کې د هغه په چوکاټ کې مهم رول لوبوي. دا د افغانستان د بيا رغونې لپاره د بريتانيا په ګډون د ګڼ مليتي ځواکونو ماموريت دى چې په ترڅ کې يې د افغانستان له حکومت او ملکي موسسو سره د افغانستان د اقتصاد اود ديموکراتيک حکومت د جوړولو او د افغانانو د خپل امنيتي ځواک د روزلو په برخه کې مرسته کوي.ريد همدا راز وويل چې ائتلافي ځواکونه د افغانستان په جنوب کې اساساً د دغه جنګ ځپلي هيواد د بيا رغونې لپاره ځاى پر ځاى شول خو په عين وخت کې يې د ځان او خپلو افغان ملګرو دفاع ته ملا  وتړله.له بلې خوا د هالند د دفاع وزير چې استراليا ته تللى دى  نن په سيډني کې وويل چې د افغانستان په جنوب کې د وسله والو طالبانوپرضد د مبارزې برياليتوب  د ائتلاف لپاره مهم دى.د هالند د دفاع وزير ( هينک کمپ) له استراليايي چارواکو سره له خبرو وروسته وويل  دا به به زموږ لپاره مهمه وي چې د افغانستان په جنوب کې بريالي شو ځکه تر څو چې د افغانستان په جنوب کې بريالي شوي نه يو په افغانستان کې برياليتوب ممکن نه دى.استراليا په افغانستان کې درې سوه عسکر لري او دوه سوه نور به هم اورزګان ته د هالند په مشرۍ د ولايتي بيا رغونې په ډلو کې د ګډون لپاره واستوي.    ",د طالبان پر ضد د مبارزې برياليتوب ضروري دی 2813, احمد پاكباز _ كابل,"  احمد پاكباز _ كابل  كله چې دولسمشر له لوري ( ۲۵)وزيران ولسي جرګې ته دباوردرايو دترلاسه كولوپه موخه وروپيژندل شول نودولسي جرګې دطرزالعمل سره سم دغوټولووزيرانودولس دنمايندګانوپه وړاندي دخپلوتيروكارونواوراتلونكوپلانونواوپروګرامونه په هكله اوږدې ويناوې واورولې چې كابودوې اونۍ دغه لړۍ دوام درلود چې په پايله كې وزيران په لاندنيوكتګوريووويشل شول : _ بريالې وزيران ( چې شمير يې ۱۷تنوته رسيده ) _ مشروط وزيران (چې اكثريت دتائيد رايي يې ونه ګټلي اوشمير يې دريوتنوته رسيده ) _ ناكام وزيران ( چې ردشوي رايي يې ترتائيد زياتي وې او شمير يې پنځه تنه ول )   بريالې وزيران: اكثر پخواني وزيران ووچې مخكې هم پردغودندو ګمارل شوي وو،يواځې درې كسان نوي څيرې ګڼل كيږي چې نومونه يې په دې ډول دي : ۱- رنګين دادفر سپنتا دبهرنيوچارووزير (چې په نړيوالوچاروكې دولسمشر سلاكاروْ) ۲- احسان ضياْ دكليودپراختياوزير (چې مخكي ددغه وزارت مرستيال وْ) ) ۳- ابراهيم عادل دكانووزير (چې مخكي ددغه وزارت دكانونومرستيال وْ دغه رازځينې وزيران ديوه وزارت نه بل ته معرفي شوي دمثال په توګه حنيف اتمر دمعارف وزارت ته اوقرقين دمعارف نه دكاروزارت ته اواعظم دادفر دمهاجرينو د وزارت نه دلوړوزده كړووزارت ته نومول شوي دي ،اوضراراحمد مقبل چې مخكي دكورنيوچارودوزارت سرپرستي كوله دكورنيوچارودوزير په توګه وټاكل شو  مشروط وزيران :دري لاندنې كسان ول  يوسف پښتون ( دښاراوكورجوړولووزير) اميرزي سنګين ( دمخابراتووزير ) استاداكبر ( دمهاجرينودچارووزير ) ددغودريونومول شويووزيرانوپه هكله ستونزه داوه چې ونه توانيدل ترڅو د مجلس دحاضروغړودرايودنيمايې نه پورته رايي وګټي اوداسي دليل راوړل كيده چې په هغه ورځ دولسي جرګې ټول حاضر غړي ۲۴۴كسان ول نوبايد دغو وزيرانو له ۱۲۲رايونه پورته رايي ګټلې واي يعني ۱۲۳رايي دبرياليتوب رايي وي په داسي حال كې چې دغودريووزيرانوهريوه ۱۲۲،۱۲۰،او۱۱۸رايي ګټلي وي چې دغې موضوع لويې ناندري راپورته كړلې چې وروسته بيا دا موضوع ولسمشر ته حواله شوه اودهغه نه په دي اړه مرسته وغوښتل شول ولسمشر داموضوع ستري محكمې اوقضاته محول كړه چې په پايله كې دستري محكمې دحكم سره سم دادري وزيران هم په برياليووزيرانوكې وشمارل شول اودناندريودالړۍ غوڅه شوه   بله كتګوري دناكامووزيرانوده چې لاندنې پنځه كسان دي : _ مخدوم رهين داطلاعاتواوفرهنګ وزير  _ امين فرهنګ داقتصادوزير  _ ګل حسين احمدي دترانسپورټ وزارت ته نومول شوي وزير  _ ثريا صبح رنګ دښځوچارو وزارت ته نومول شوي وزيره  _ حيدررضا دتجارت وزارت ته نومول شوي وزير  مخدوم رهين دبن دپريكړونه وروسته دلنډمهالې اداري دپيل نه تراوسه ددغه وزارت څوكۍ په واك كې لرله ،خو داځل يې دولسي جرګې داستازوله خوادباور اواعتمادلازمي رايې ترلاسه نه كړي اوناكام شو امين فرهنګ هم دلنډمهالې اداري نه تراوسه دوزارت په څوكې واكمن پاتې شوي ړ،خوداځل بريالى نشو اودډيري بدى اورسواكوونكې ماتي سره مخ شو ګل حسين احمدي يوه نوى څيره ده چې دهندوستان په بمبې كې يې دافغاني قونسل دنده په غاړه لرله او دحزب وحدت ديوې ډلې دمشرمحمد محقق له ډيرونزدي خپلوانوڅخه دى خودباورلازمي رايي يې ونشوكړاي ترلاسه كړي  ثريا صبح رنګ دښځودچارودوزارت مرستيالي هم ونشوكړاى چې ددغه وزارت دڅوكۍ لپاره دباوررايي ترلاسه كړى اوناكامه شوه  حيدر رضا چې دشمال ټلوالې دغړونه شميرل كيږي ،خومسلكې پوهه نه لرى اوويې نشوكړاى چې دولس دنماينده ګانورايه ترلاسه كړي اوناكام شو  په دي توګه ګوروچې تراوسه ۲۰وزيران ددي جوګه شوي چې دوزير په توګه خپلي دندي پيل كړي چې دتحليف اولوړې دمراسمونه وروسته دغوشلووزيرانو په رسمي توګه پخپلودندوپيل كړي ،خودپنځوناكامووزيرانوسرنوشت لاتراوسه معلوم نه دي  دهيوادولسمشر دنده لري چې ددغووزيرانوپه ځاي نورپينځه وزيران ولسي جرګې ته وروپيژنې ترڅودكابينې دټولووزيرانودرايې وركولوبهير پاي ته  ورسيږي اوپاتي پنځه وزيران هم پخپلو دندو پيل وكړي  په زړه پوري خوداده چې دوه پخوانې ناكام وزيران چې لاتراوسه پخپلو پخوانيو څوكيوباندي واكمن دي دخپل صلاحيت اوڅوكۍ نه دځان اوخپلوګټوپه موخه نارواګټه اخلې اودخپل ځان ديوځل بيا وزير پاتې كيدوپه مذبوحانه هځويې لاس پوري كړي دي چې په دي ډله كې دمخدوم رهين هڅې ډيري څرګندي اوهر اړخيزي دي  رهين دخپلې څوكۍ نه په ګټي پورته كولوسره دځان دسپيناوي په موخه د هيواد په خبري رسنيوكې هراړخيزكمپاين پيل كړي ،څوځلې خو خپله په ملې اونورو تلويزيونونو كې راښكاره شوي اودخپلې واكمنۍ ددوري كارونه يې راسپړلې اوداسي هڅي كوي ترڅو وښايې چې دى يوفعال اودمطبوعاتو دازادۍ دلاري  يوستر مبارزدي ،دغه رازرهين پخپلودغوكارونويوبل څه هم غواړي دهيوادوالو په مغزونوكي تداعي كړي چي ګواكې دى نه ټوپك وال دي اونه هم په يوه پياوړي قوم پوري تړلې كس دى اوداسي مظلومانه رول لوبوي لكه چې واقعآ ددغه جناب په حق كې ولس اودولس نماينده ګانودانصاف نه ډير ليري كاركړي وي ،دغه رازده په يوه بله مذ بوحانه هڅه هم لاس پوري كړي هغه داچې دهيوادپه بيلابيلوورځپاڼواواونيزوكې يي په مستعارونومونوداسي مقالې اومضامين خپاره كړي چې ګويا ددغه وزير په حق كې نارواشوي په داسي حال كې چې دى ( رهين ) دبيان اومطبوعاتودازادي يوازنى سرغندوى اومخكښ دى اوددي ويره شته كه چيرته درهين په څير يوكس له دغه مقام نه ليري شي نوداستره تشه به څوك ډكوئ ؟  دي ته ورته هڅې اوكوښښونه روان دي ترڅوښاغلى رهين له يوي خواخپلي ناكامۍ پټي كړي اوله بلي خوا دهيواد لوړپوړيوچارواكوپه ځانګړى توګه ولسمشر ته داوښايې چې زما په ليري كولوسره به دبيان ازادي اودهيواد مطبوعات له ډيري ستري اونه جبيره كيدونكې ننګونې سره مخ شي اواساسي پيام دادى چې بايد ما يوځل بيا په دغه مقام اوځوكۍ باندي پريږدي   يادونه : داسي اوازې شته چې ولسمشر دپخواني پاچا په غوښتنه دي ته اړشوي ترڅوناكام وزيران مخدوم رهين اوامين فرهنګ يوځل بيا دوزيرانوپه توګه ولسي جرګې ته وروپيژني اوپه دې توګه دادواړه يوځل بيا دوزارت په څوكيوباندې ګونډې ووهې  روښانه خبره داده كه موږ ولسي جرګه دولس دنماينده ګانوديوه قانوني ارګان په توګه پيژنو بايد هڅه ونه كړوچې په دې ارګان باندي غير قانونې كارونه ترسره كړو كله چې په لومړي ځل مخدوم رهين اوامين فرهنګ دولسي جرګې له لوري دباوررايي ترلاسه نه كړي اوپه رسواكوونكى توګه يي ماتې وخوړله نوبيا څنګه ددي جوازليدل كيږي چې يوځل بيا دې دغه رټل شوي وزيران دولسي جرګې په وړاندي ودرول شي  ددي كارخونه افغاني اونه قانوني جوازليدل كيږي  كه چيرته ولسي جرګه مجبوره شي چې دغووزيرانوته دباوررايي وركړي نودپارلمان استقلاليت به ترپخوانورهم ترپوښتني لاندي راشي ،اودابه دلمر په څير څرګنده شي چې اوسنى پارلمان دحكومت اواجرائيه قوې يوه دلاس آله اوګوډواګى دى  اوكه چيرته داپوزيسيون اوياپه ولسي جرګه كې دنوروازادواومستقلونماينده ګانوله لوري دغودوو، وزيرانوته دباورلازمي رايي ورنه كړل شي نوبيا به حكومت ته څه عزت اواعتبارپاتي شي داهغه ناوړي پايلې دي چې په دغه كاركې نغښتې دي ،چارواكوته پكارده چې په داسي كارونوسره دي دپارلمان اوحكومت اعتبار ترپوښتني لاندي نه راولي اوديوې قانوني مرجع اعتبارته دي زيان نه اړوي ",دناكامووزيرانوناكامي هڅې 2814,,"   محمد نبي ساحل   يو ځوان او تکړه  کمپيوټرکار اسرار احمد کريمزى  د رومانيې په کمپيوټر سياليو کې دنړۍ  د ٣٢ هېوادونو په منځ کې دسروزرو دمډال  په ترلاسه کولو سره د دغو سياليو اتلولي وګټله.  دغه سيالۍ چې دغويي په ٢٣مه ، دافغانستان په ګډون دبېلابېلو هېوادونو د ٣٠٠ټيمونو تر منځ  د کمپيوټر د پروګرامونو دجوړولو په برخه کې  پيل شوې وې، دغويي په ٢٧مه، د افغان ځوان لخوا د لومړي مقام په خپلو سره پاى ته ورسېدې. اسرار احمد کريمزى ددغو سياليو دلومړي مقام وړونکي ويلي چې د نوموړي په پښتو ژبه دکمپيوټر دکارولو لپاره جوړ کړى  پروګرام په دغه سياليوکې د غوره پروګرام په توګه وپېژندل شو.    کريمزي د ٢٠٠٥ زېږديز کال داپريل په مياشت کې هم په رومانيې کې دکمپيوټر په نړيوالو سياليو کې دويم مقام او په ٢٠٠٤ ميلادي کال کې د تاجکستان په هېواد کې د کمپيوټر په سياليو کې لومړى مقام او د سروزرو مډال ترلاسه کړى وو. ښاغلي کريمزي په دغو سياليو کې په خپل شخصي لګښت ګډون کړى او دافغانستان دولت له ده سره پدې اړه هيڅ راز مرسته نه ده کړې.  د يادولو وړ ده چې د اسرار احمد کريمزي په دغه سرشاره بريا سره، د څرک مدني او کولتوري ټولنه غواړي چې په ځانګړو مراسمو سره د ده له دغې بريا څخه په کابل کې درناوى وکړي. د نوموړو مراسمو د جوړېدو نېټه او نورې ځانګړتياوې به بيا وروسته تاسې درنو لوستونکو ته  وړاندې شي.  ",ځوان افغان کمپيوټرکاراسرار احمد کريمزى اتل شو 2815,حبیب الله غمخور," دملالی جويا سره دناوړه برخودپه اړوند په سويډن کې ددوستی فرهنگي ټولني غبرگون دنړيوالو خبري رسنيو څخه مو خبر تر لاسه کړ په ملي شوراکښي دفراه ولايت دخلکو استازې اوپه نړئ کې پېژندل شوې څيره اغلې ملالئ جويادمرگ دډار له امله نشي کولاي پخپل کور کې شپه تيره کړي . پدې اړه اسوشيتيدپرس ،ټايمز اوبي بي سي خبري اژانس د2006 م کال دمۍ په 15 نيټه ليکلي،(( ملالۍ جويا : له ويرې هره شپه کور بدلوم .)) په ولسي جرگه کې د فراه ولايت وکيلې ملالۍ جويا انديښنه څرگنده کړې چې ژوند يې گواکې له خطر سره مخامخ دى او له دې کبله هره شپه د ځاى بدلوولو ته اړ وزي . دا وايي تيره اونۍ د ولسي جرگې په غونډه کې له مجاهدينو سره په شخړه کې له کښيوتو راهيسې د ځاني امنيت له اړخه شک پارونکي حرکتونه ويني او په تيليفون کې هم په پرله پسې توگه گواښل کيږي . ملالی جويا په 2003 کال ددسمبر په مياشت دنوي اساسي قانون دتصويب لپاره په جوړه شوې لويه جرگه کې دفراه ولايت دخلکو په استازيتوب گډون درلود .کله چې هغې دسر په ستر گو وليدل چې دهيواد هغه اساسي قانون کوم چي په راتلونکي کښي به ددموکراسی ،ټولنيز عدالت ،دبيان او عقيدي دآزادي دپلي کولواو نورو اجتماعي سياسي او اقتصادي متمدينو چارو دسمبالتيا لپاره لاره پرانيزي دهغوکسانو پوسيله جوړيږي کوم چې دا وطن يې دقدرت پر سر دجگړې داور په لمبو کې سوځولی او په خرابو بدل کړ . دغه دقدرت تږي کله چې دپاکستاني جرنيلانو په مټ تر کابله راورسيدل ،دسياف ،رباني ،گلبدين حکمتيار،دوحدت گوند ،جنبش اونور و تنظيموتر منځ په جگړه کې دکابل ښکلی ښار په کنډوالو بدل شو او تر(( 60 زرو)) زيات دکابل ښاربيگناه اوسيدونکي دژوند له حقه محروم شول ، ځکه ددې ميړنی او غيرتي افغاني دصبر کاسه نوره ډکه شول دهمدي جرگې له تريبون څخه يې دخپل زړه او افغان ولس اوازاوچت کړه ويې ويل : هغه جنايتکاران چې لاسونه يې دخلکو په وينو رنگ دي بايد ملي او نړيوالي محکمي ته وسپارل شي ، دلته ناست دي او دملت پر سرنويشت بحث او خبري کوي . . . . تر ټولو جالبه داوه چې صبغت الله مجددي چې دخپل دوه مياشتني اقتدار په دوره کې يې په جارسره ويل : دڅو واقعي محدودو مجاهدينو نه پرته نوروټولو دمجاهدينو په لباس کې وطن په ويرانه بدل کړ ، دکابل دښار داوسيدونکوپه سرو کي دميخ ټک وهلو نه نيولې ،دښچو دتيو ،غوږ او پزي دپرېکولو اودمسلمانانو نسونو دڅيرلو باندي سرفه ونکړه . ملالی جويا دټولو اسلامي او انساني حقوقو خلاف په کفر متهمه کړه . ښاغلی مجددي مجددی لاندي څرگندوني په پل خشتي مسجد کې وکړې اود راديو تلويزيون پوسيله هم خپرې شوې : « چه کار هايی که نشد. والله اگر روس ها اين کار ها را کرده باشند ، والله اگر کمونست ها کرده باشند يا هيچکس ديگر. والله ما خجالت ميکشيم که نام مجاهدين را بگيريم. عزتی را که خداوند به مجاهدين داده بود به زمين زده شده شد». دغه څرگندوني دملالی جويا دڅرگندونو سره چندان توپير نلري ،ولي متاسفانه ديوه دخولي دحق او دبل دخولې دکفر خبره تتعبيريږې ،داډول انصاف يوازي دافغاني واکدارانو په منځ کې رواج لري . ملالی جويا هيڅ کومه نوې څرگندونه او اختراع نده کړې تنها هغي ددغو جنگي مجرمينواو وطن ورانونکو په مقابل کي دخپل خاموش ولس دزړه اوواز او دنفرت احساس چې بل چا يې دويلو جرأت نشو کولاي څرگند کړ . که چيري په افغانستان کي يوه ټول پوښتنه تر سره شي بې له شکه چې دافغانستان ربړېدلی ولس به ددغو جنايتکارانو دشتمنيو دحساب او محکمې جدي غوښتنه وکړي . له بده مرغه دا جرأت تر اوسه په چارواکو کښي نه ليدل کيږې ،کله چې ددوي دمحکمي خبره رابر سيره کيږي سمدستي دا خبره هم کيږي ،که څوک ددوي دمحکمي تلاښ وکړي پدغو نازکو شرايطو کې به هغوي امنيت له جدي گواښ سره مخامخ کړې . سره لدي چې داپردغه ټکي اعتراف دی ، تر اوسه لاهم چې تر(( 30 )) زيات په مډرنو وسلو سمبال بهرني پوځيان په هيواد کې دامنيت دټينگولو هوډمن دي دوې کولاي شي امنيت له ختر سره مخامخ کړې ؛همدلته سوال پيداکيږي چې ولې نړيوال او ښاغلی ولسمشر ددغوکسانو دبې وسلي او بې قدرته کولوسره علاقه نه ښکاره کوي کوم چي هر ه لهظه په افغانستان کې د امنيت ماتولاي شي ؟؟؟ هغوي به هم ددغه ټکي په پوهېدوسره تر څو توان ولري او دسيسې يې کار وکړې ونه غواړي په هيوادکې له سياسي اوپوځي صحني څخه ووزي . پدغه لويه جرگه کې تر وينا وروسته ملالی جويا ټولو هغو ته دتحمل وړنه ده کوم چې په رښتيا سره يې لاسو نه تر څينگلو دخلکو په وينو سره دي او اوس يو ځل بيا غواړي خپلي خبري او دمنځنيو پيړيو نظريات په خلکو دقانون او اسلام څخه دناوړي استفادي په نامه پر خلکو ومني . متاسفانه امريکا اونوروبهرنيو هيوادو چې غوښتل يي په افغانستان کې دتورتم پېڅول ټوله او دبنسټپالو جرړي وباسي دا لويه تير وتنه وه چې په افغانستان کې ددموکراسی ،دعقيدي او بيان دآزادی اونورو بنسټيزو علمي اومتمدينو اوښتنو دراوستلو لپاره يي د بنسټپالو او هرډول بشري آزاديو اوحقوقو دمخالفينو په وسيله وغوښتل اساسي قانون اونوی حکومت جوړکړ . اغلې جويا د 2006 م کال دمۍ په 7 نيټه د ولسي جرگي په غونډه کي له پخوانيو مجاهدينو سره چې دا او ټول ولس يې جنگسالاران بولي په خپلو خبرو کې مجاهدين په دوو ډلو سره وويشل ، دهغې په وينا يوه ډله مجاهدين هغه دي چې د خداى د رضا او اسلام لپاره يې جهاد کړى او بله ډله هغه چې خپلې گټې يې په پام کې نيولي دي . دهمدغې خبرې تر اوريدو وروسته د ولسي جرگې فضا خړه پړه شوه ، ځينو استازيو هغې ته د سپکو سپورو د ويلو تر څنگ يې هغه د څښاک د اوبونه په ډکو بوتلونو او څپليو وويشتل . څومره شرم ځاي دۍ چې د ملت په کور کښي يوه ښځه چې ديوه ولايت دخلکو استازي ده دخپل نظر تر څرگندولو وروسته تحديد او تحقيريږي . هغوى چې د شريعيت نارې سورې وهي ايا په دې نه پوهيږي چې په اسلام کې په ښځواو بي گناه انسان د لاس پورته کول څومره لويه گناه او په افغاني ټلنه کې دشرم وړکار دی؟ ولي حقيقت دادی کله چې دوي خپلې شخصي او تنظيمي گټې په خطر کې وويني نو بيا يې اسلام او افغاني دود او دستور هم هير شي . کله چې ددغه ډول ناوړه اوله شرمه ډکي کړني په مقابل کې دملت يو شمير استازي خپل نظر څرگندوي دا دقدرت دليونو لخوا هغوي خبرو ته هم کومه پاملرنه نه کيږي . د کابل ولايت استازی رسول سياف وويل :( دلته په کار نه ده چې غوڅ اکتريت توهين شي او داسې دې هم څوک نه وايي چې مجاهدين له زوره کار اخلي نور موږ څومره خبرې تيرې کړو که د دې چت لاندې د استازيو ترکيب ته وگورئ نو پوهيږئ چې مجاهدين غوڅ اکتريت تشکيلوي ، قانوني صيب ! په هغې غونډه کې چې د ديني ارکانو په وړاندې ملنډې وهل کيږي زموږ دين موږ ته اجازه نه راکوي چې په هغه غونډه کې کښينو .) دادی سياف هم درباني پشان ددې خبري پخلی کوي چي په پارلمان کښي تر هر چا ددوي دنظر پلويان (جنگسالار ) ډير دي ،ځکه دافغان ولس دانيوکه پرځاي بولو چې هغوي پارلمان دخپلو گټو او ملي اراديې دڅرگندولو مظهر نه بولې ! اوپه حقه پارلمان له ولس څخه بيگانه گڼې . ملالی جويا هيڅ کله هم داسلام او مذهبي عقايدو توهين ندی کړئ ،اونه يي واقعي مجاهدين چې په رښتيا سره يې دوطن او خلکو لپاره ځانونه قرباني کړي سپکاوی کړۍ . جالبه داده کله چې دتنظيمو درهبرانو او قوماندان سالارو گټي دخطر سره مخامخ کيږي او يا ددوي ناوړه کړني دترسوال لاندي راځي دوي سمدستي دځانو ددفاع لپاره داسلام له مقدس نامه هغو مجاهدينو دافتخاراتو څخه چې اوس په خاوروکي پراته دي او يا په خپلو کورو کښې ديوه پاک او سپيڅلي مسلمان په توگه دژوندعادي چاري پر مخ بيايي دځان په گټه ناوړه او ناروا استفاده کوي . ددقيقو او کره معلوماتو پر اساس پسله هغه چې ملالی جويا دفراه دشريفو خلکو داستازي په توگه پارلمان ته ټاکل شوي تل په يوه اوبل نامه هغي ته دخبرو او څرگندونو وخت نه ورکول کيږي . موږ داډول برخورد ديوه ولايت داستازي سره دپارلماني نورمونو او بيان دآزادی خلاف بولو . څنگه کيداي شي چې څو دگوتو په شمار نماينده گان په پارلمان کي دهر ډول صلاحيت لرونکي دي ؟ اونور بيا له دغه قانوني حق څخه چې دخپلو مؤکيلينو نظريات ،غوښتني او وړانديزونه څرگند کړې محروم گڼل کيږي . ملالی جويا دجگپوړوچارواکو او جنگسالارو په فرمايش او سپارښت پارلمان ته نده راغلې ،هغه ديوه ولايت ټاکل شوې ستازي ده حق لري هر وخت چې وغواړي داړونده او مطرح شوو مسايلوپه هکله خپل نظر او عقيده څرگنده کړي . دروان کال دمۍ دمياشتي په(( اومه)) نيټه هم هغي خپل نظر څرگند کړ ،بل کوم دقانون خلاف حرکت يې ندی کړی ؛ اياله دغه څوک منکر کيداي شي چې پارلمان تر غاښو دهغو ن ه ډک دئ چي لاسونه يې دخلکو په وينو سره دي ؟ ايا داڅوک منلاي شي چې يو زيات شمير په رشتيا سره هم دخلکو استازي دې ؟ نه په هيڅ صورت . ددې لپاره چې سوالوته مو ځواب پيداکړي وي او قناعت مو حاصل شويی وي کيداي شي دنړی هر ورځ خپاره شوو نشراتو ته مراجعه وکړئ ،داسي ورځ نشته چې په مطبوعاتو کښي دي دهمدغو دتظيمو درهبرانو قوماندان سالارو ،محلي قوماندانانو او هيروئينو دقاچاقبرانو په اړوند مطالب او حقايق نه خپريږي . سياف او رباني ياددوي پشان يو شمير نور ولې خلک پدې ډاره وي چې که ددوي غوښني او نظريات ونه منل شي او ددوي هري بې بنياده خبري ته دتصديق سر ونه ښورول شي دوي به له پارلمان څخه ووزي . پدي هر څوک پوهيږي چي دوي به هيڅ وخت تر څو يې ساه په ځان کي وي او توان ولري پارلمان خوشي نکړي ،که داکار وشي دابه دافغان ولس يوه لويه خوشبختي وي ، چې متاسفانه تر اوسه لاددوي دقدرت تر سيوري لاندي د بدبخته ژوندشپې او ورځي سباه کوي . دافغانستان په پارلمان کې دملالی جويا سره داشان ناوړه برخورد په په مقابل کښي په ټوله نړی کې دانساني آزاديو او بشري حقو قو دسازمانو او ټولنو لخوا دتشويش په څرگندولو سره سخته کرکه او نفرت ښکاره شو . ټایمزد 2006م کال مۍ دمياشتي په ۹ نيټه ليکي ""این حادثه برای كشور های غربی آزار دهنده است كه با تجاوز به افغانستان طالبان را سقوط داده و بعداً دموكراسی را مستقر ساختند."" تحفۀ غرب به افغانستان آوردن دوبارۀ جانیان و قاتلانی بود كه مصیبت عظیمی بر مردم و كشور ما تحمیل نمودند. د 2006 م کال دمۍ دمياشتي په 15 نيټه اسوشیتید پرس ليکي : جویا در جریان گفت و شنودی با گزارشگر اسوشیتید پرس چنین ابراز داشت: « به نظر من افشای جنگسالاران کار خوبیست، حتا اگر اینکار در شورای ملی صورت بگیرد. زمانیکه من به پارلمان آمدم، آنها دانستند که من همان شخص دوسال قبل هستم.» فرماندهان و رهبران دیگر مجاهدین که بیشتری از آنها متهم به ارتکاب جنایات بشری علیه غیرنظامیان افغان اند، غوغا سردادند و از مجلس بیرون شدند. شماری از اعضای مجلس شورای ملی بوتل های پلاستیکی آب را بطرف جویا پرتاب نمودند و نزاع مختصری میان عامیان جویا و مخالفینش بوقوع پیوست. این کشمکش جراحتی به دنبال نداشت اما جویا گفت که دشنام های رکیکی نثار وی شده است. جویا به گفتارش چنین افزود: « آنها در محل پارلمان به وی کلمات رکیکی نثار داشتند و حتا گفتند که ما به جویا تجاوز جنسی خواهیم نمود. » جویا هرهفته یکبار محل اقامتش را تغییر میدهد. اما پس از صحبت هفتهء اخیرش وی هر شب به تغییر محل اقامت اقدام میورزد و همواره با سه محافظ مسلح همراهی میشود.  په سويډن کې ددوستی فرهنگي ټولنه چې په سويډن کې دنړئ دمختلفو هيوادو دملتونو استازي يې دغړيتوب وياړ لري د افغانستان په پارلمان کې دفراه ولايت داستازي ملالی جويا سره داډول چلند ته دبشر دحقو قو او نړيوالو قبول شوو نورمونواو اصولو خلاف او لويه سرغړونه گڼي . ملالی جويا نه تنها په افغانستان کښي بلکه په ټوله نړئ کې دسولي ، دموکراسی ټولنيز عدالت ،دعقيدې او بيان دآزادی او بشر دحقوقودپلويانو په منځ کښي دقدروړ ځاي لري . دافغانستان دولسمشر نه په کلکه غوښتنه کوو چې په هيوادکي دسازش او بي ځايه نرمش دسياست په مقابل کې دقانون دپلي کولو، دانسان دانساني کرامت شخصې عقيدي او تفکر دآزاديودخوندي ساتلو مسؤليت په ښه توگه تر سره کړي ،پرې نږدي چي هر څوک دپخوا په دود داسلام ،جهاد ،دودواو دستور په نومونو او له هغونه په ناوړه استفادي سره دحق او عدالت اوازخاموشه کړي . پدې بايد تاسو پوره پوه واست چي په هيواد کې داوسنيو ټولوناخوالو پړه ستاسو پر غاړه دراچول کيږې .موږ پدي ټينگ باور لرو که تاسو پرېکړنده او کوټلي گامونه چي دغوڅ اکثريت او نړيوالو غوښتنه ده اوچت کړئ او داوسنيو هغو فسادو مخه دقانون په پلي کولو سره ونيسی کوم چې همدا گړۍ افغانان ورسره لاس په گريواندی ،ستاسو پلويان به نه تنهاټول افغانان بلکه په ټوله نړئ کښي غوڅ اکثريت وي . دملالی جويا او هغي پشان نورودموکراسی پلوه کسانو دژوند تأمين او هغوي ته دمطمين ژوند دشرايطو دبرابرولو دنده دافغانستان ددولتي ارگانو پر غاړه ده ،او پدي هکله يې دنړی په ټولو کنفرانسونواو معتبره غونډو کې دنړی د هيوادو استازو او مشرانو ته وعده ورکړېده ،دا وعده بايد په عمل کې پلې شي . دامريکا دمتحده ايالاتو او اروپادهيوادو نه غوښتنه کوو چې په افغانستان کي دبشر دحقوقو ،دعقيدي او بيان دآزادی ارزشتنو ته چې دافغانستان معنوي او سياسي راتلونکې په هغه پوري اړه لري دقيقه اوځانگړې پاملرنه وکړي.دافغانستان دولتي چارواکو ته واک ورنکړي چي دامريکا او اروپادهيوادو دخلکو په هغو مرستو چي موخه يي دافغان ولس ښيرازي ده دجنگسالارو او ټوپکمارووکړاي شي دخپل نظريات اوغوښتني په زورپر افغان ملت وتپي . په هر اندازه چي په افغانستان کې ددموکراسی غښتلي وړانگي خپريږي او دافغان ولس مغذونه ور روښانه کوي په هغه اندازه ددي هيواد دبيا رغاونې لپاره دمعقولي او مطميني لاري دپيداکيدو امکانات پلاس راځېاو دبنسټپالو ،دهيرئينو د توليدکوونکو اوسوداگرواو ترهگرودفعاليت امکانات رامحدوديږې . دنړۍ دټولو هيوادو له مشرانوته وړانديز کوو په افغانستان کې ژر تر ژره جنگي جنايتکاران او ددموکراسی مخالفين بي وسلې او بي قدرته کړئ ،تر څو افغان زورېدلی ولس دآرامی او خوښۍنفس وباسي . ملالی جويا په خپله انساني مبارزه او تلاښ کې تنها نده دپر مختللي نړئ غوڅ اکثريت دهغي ددغې خبري پلوی کوي چې وايي : تر هغې پورې چې ژوندى وم نو زه به خپل غږ دانسان او انسانيت څخه ددفاع په خاطر اوچت ساتم که ما غلې کړي خو ږغ مې نه شي غلى کولاي . پدي باورلروچې افغان روڼ اندي دخپلو ملي او سياسي مسؤليتونوپه پوهېدوسره په لويه کچه داخپله دنده بولي تر څو په خپل هيواد کښي ددموکراسۍ او دبشردحقوقو څخه په ميړانه دفاع وکړې . په سويډن کي ددوستی فرهنگي ټولني مشرتابه جرگه يوه کاپي يې دملگروملتو دسازمان سرمنشي اوداروپادپارلمان دبهرنيو اړيکو جرگه گۍ ته هم ولېږل شوه . ",ددوستی ټولني غبرگون،دملالی جويا گناه څه ده؟ 2816,," ", 2817,ميرويس جلالزي," په افغانستان کښ د روستيو ناامنيو تر شاه د پاکستان د اسختبا راتي اداري (اي اس اي) لاس  دي دا خبره د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په کنر کښئ د هغه ولايت د مشرانو په  غونډه کښي وکړه . کرزي وايي افغانستان اوس وارث لري او هيڅ څوک نشي کولاي چي د دي خاوري مشران په بهر کښي وروزي. د افغانستان د ولسمشر دا څرګندوني په داسي حال کي خپريږي چي په همدي ورځ بيا د هلمند په موسي قلعه ولسوالي کي د يوي بي ساري درندي نښتي په پايله کښي لږ تر لږه ١٠٠ تنه وژل شوي دي . دا نښته له ٥ کلو را پدي خواه دومره بي ساري ښودل شوي چي تر اوسه نده ليدل شوي. د کرزي د څرګندونو په وړاندي د پاکستان د کورنيو چارو وزارت چارواکو چټک غبرګون ښودلي او د هغه خبري يي بي ا ساسه بللي دي . ",د پاکستان اسختبا راتي اداري په ناامنيوکي لاس لري 2818,محمدابراهيم (( سپېڅلى ))," محمدابراهيم (( سپېڅلى )) دكوكنارودنه كرولوپه اړه څوورځي وړاندي دكندهاردمنډيګك دماڼۍپه چمن كي يودوې ورځنى سميناردكندهاروالي اسدالله ( خالد) په نوښت رابلل سوى ؤ.د دغه سمينارپه دوهمه ورځ دځينوهيوادونوداستازوپرګډون سربيره زموږدهيواددووتنووزيرانوحنيف آتمراوحبيب قادري هم ونډه اخيستې وه .دوى هريوه دخپلوخبروپه ترڅ كي دكندهاردټولواولسواليوداستازوسره دخپلوژمنودمرستي په باب ښه غوړي ،غوړي خبري وكړي اوپه ډاګه يې كړه چي كه تاسودكوكنارودكرولوڅخه لاس په سرسى نو بهر نيان اودافغانستان داسلامي جمهوري دولت به تاسوته ستاسودخواريوپه بدل كي ښه پريمانه مرستي دركړي اودامرستي به دونده وي چي ستاسوخوله درخوږه كړي . زه په دې كلك باورلرم چي دكندهارشريف كروندګربه ددغه زهرجن بوټي دكرولوڅخه لاس اخلي اوهڅه به وكړي چي دنوروتخمونووكرولوته به ملاوتړي خوخبره په دې ځاى كي ده چي داځل به بهرنيان خپلي ژمني تركومي كچي دسرته رسولووپولي ته ورسوي؟ ځكه تيرځل هم داسي ژمني زموږدځپلوكروندګر و سره سويدي اوآن په ځينوځايونوكي يې دټول كال خواري په همهغه كښت كي دموټرياتركتور تر پايوورلاندي كړېده خوددوى په وينا كروندګرهمداسي وچه خوله دخپل عيال سره يوځاى  پاته سويدى او چاورسره مرسته نه ده كړې كه يې كړې هم وي نودهيڅ برابرده .داويره يوه كروندګرراته څرګنده كړه اووې ويل چي : (( موږ ټوله كروندګرخپل ددولت دهررواآمرمنلوته چمتويوولي دولت دي هم زموږ خوارۍاودرپه درۍته وګوري چي تيروڅوكلنووچكاليوډيرسخت ځپلي يو،چي دغه ځپلتياموږترډيره وخته نه سورغولاى .)) يوه بل كروندګرچي كابواته څلويښت كلن معلوميدى اوځان يې ګل محمدراوپيژندى راته وويل : (( موږ نه يوازي اوس بلكي هرمهال دخپل دولت آمرته ښه راغلى ويلى دى خوځيني مهال بياددولت ځينو كار كوونكو ناهيل پرې ايښي يو.)) ده زياته كړه زه ددولت اوبهرنيانوپرژمنوباندي بدګومانه نه يم خو يو شميردولتي كاركونكي زموږپه حقونوباندي ځانته بلډينګونه جوړوي ،نوكه چيري والي صاحب يانور لوړچارواكي ددغسي كسانووكړنوته ځيراوسي ډيربه كارسم وي اوهيڅ ستونزه به نه وي . بلي هودرنولوستونكو! كه چيري دمرستودوېش پرمهال كندهاروالي اونورچارواكي خپلي ژمني په ياد ولري نوبه دلوى خداى په فضل اوددوى په هلوځلوددغه ناوړي بوټي ريښې زموږد ولايت څخه دتل لپاره وركي سي اوكه چيري خداى مه كړه يوځل بياله كروندګروسره دموراوميرې سلوك وسونوګومان نه كوم چي ددغه ناوړي زهرجن بوټي له شره دي موږ وژغول سووځكه مرستي دكروندګروپه نامه راځي بايدكروندګرورڅخه ګټه واخلي نه نورڅوك .  ",كوكناركه دمينونوكښت؟؟ 2819,," محمدابراهيم ( سپېڅلى ) له هغه وخته چي په هيوادكي ددموكراسۍ اودبشردحقونوخبروزوراخيستى ،ورسره سم دځينو ښځو ژوندهم ډيربدلون موندلى دى . هرچيري چي كوم دفتر،غونډه اوياهم كوم مجلس ته سرورښكاره كړې نوخامخابه دنارينه ؤترمنځ څو ښځي ناستي وي ،كه څه هم دغونډي موضوع يااجنډاءبه بل څه وي خودبرخه والوڅخه به كوم څوك د ښځو پرحقونوباندي رڼااچوي اوبيابه دطالبانودحكومت په وخت كي دښځوپركوردكښېنولوخبري به هم ورسره تړي اوټينګاربه كوي چي ښځوته بايددلومړيتوب حق وركړل سي .زه ددغه ورڼوخبري تائيدوم ځكه ښځوته نه يوازي اوس بلكي څوارلس سوه كاله پخواداسلام سپېڅلي دين بشپړحقونه وركړيدي اودوى يې دژوندۍ ښخولوڅخه دتل لپاره ژغورلي اودمور، خوراو ميرمن په درنوالقابويې وياړلي اونازولي دي . خوزموږداځينوخلګويوازي ددموكراسۍ اوآزادۍنومونه اورېدلي دي اوپه هرځاى كي ناري وهي چي :(( ښځوته دي ددموكراسۍ اوبشري حقونوپه رڼاكي حق وركړل سي .)) نوريې نوسرنه خلاصيږي چي دموكراسي اوبشري حقونه نوڅه مانا؟ هغه وي چي پوه اوناپوه نه ګوري بس غواړي چي يوځاى كارورته پيداكړي اوله كوره يې راوباسي ،دفترونه اوN.G.O ګانووالاهم ملامت نه دي اورته ويل سويدي چي بايدښځينه كاركونكي ولرى ترڅويوه ښه غوښنه پروژه يافنډپه لاس درسي ،هغه وي چي دوى هم خپل تروسه ډيركوښښ كوي چي په خپل مركزي سټاپ كي ترنارينه ؤدښځولپاره ډيرپوسټونه اعلان كړي اوپه ازموينه كي ترلسانسه كسانويوې لږلوستي خورته دلومړيتوب اوډالري معاش حق وركړي اوپه خورادرناوي ورته ووايي چي زموږدفتروياړلري چي تاسوغوندي لوستي ښځه په كارګماري .همداحالت دى چي هغه ورځ يوه تكړه لوستي كس دشكايت په ډوله خوله غوږته رانيژدې كړه او د بيكارۍ څخه دسرټكولوپرمهال يې راته وويل چي (( ياره كاشكي زه هم ښځه واى !! ترڅواوس خوبه مي دكال دلومړي ورځي څخه بياتراوسه پوري په ډالري تنخواګانودځان لپاره يوښه كورپه ګروي ياپه نقدورانيولاى واى .)) ده زياته كړه اوس چي زه خواركى نه واسطه لرم اونه هم دكوم دفتردمشرسره شناخت لرم دادى بيكاره ګرځم خوګوره داخبري مي تاته وكړي ستادي پام وي [چپ اوسه اوچاته ونه وايي ] ځكه چي په داځينوخارجي مؤسيساتوكي دكاركولووړتياياډبله واسطه اوياهم ښځمنتوب دى . زه خوارچي نه ډبله واسطه لرم اونه هم هغه دچاخبره ښځه يم دادى په كارپسي لالهانده اوسرګردانه ګرځم اوهرسهارچي له كورڅخه راوزم داهيله لرم چي نن به نوكه خداى كول كارراته پيداسي خوافسوس چي همداسي ناهيلى بيرته كورته ستنېږم اودهلكومورته يوه بهانه اوبله بهانه كوم چي سباكارراكوي اوبل سباكارراكوي اوس نوكه رښتياراباندي واياست په ډيرونوروخبرومي لاهم باورنه كوي اوله ځانه سره وايم چي دادسبااوبل سباژمني به ترڅوهمداسي پاته كيږي اوكله به د يوښه كارچانس په لاس راځي ؟؟ترڅودهلكودمورله لغازوڅخه په خيراوخيرت خلاص سم اولكه دنوروكارمندانوغوندي زه هم لوړمعاش ولرم اودهيچاترمنت لاندي نه يم، خپل مي كوروي او خپل مي خوږاوخوشحاله ژوند . ",كشكي زه هم ... !!! 2820,ميرويس جلالزي,"   دا ټکي د هندوستان د اطلاعاتو وزير تيره ورځ وروسته له هغه خبريا لا نو ته څرګند کړ چي د هند کابيني په دي نل ليکه کښئ په خپله ونډه رڼا واچوله. نوموړي وويل دا نوم به  (تي  اي  پي  اچ ) وي او معني به يي دا وي چي دا پروژه د ترکمنستان ګاز له افغانستان نه پاکستان او له هغه ځاي نه هند ته استوي. د پايپ لاين تړونونه  د نوموړو هيوادو د مشرانو تر منځ لاسليک شوي خو کار يي تر اوسه ندي پيل شوي . په دي پروژي به څه باندي ٣ مليارده امريکايي ډالر ولګيږي  او په افغانستان کي به څه باندي ٣ زرو تنو ته د کار زمينه برابره کړي. ",د افغانستان له لاري د ترکمنستان د نل ليکي نوم 2821,ميرويس جلالزي," چارواکي وايي په دي نښته کښي تر دي دمه ١١٠ تنه وژل شوي او په لسګونو نور يا خو لادرکه  دي او يا هم ټپيان شوي دي . د هلمند يو لوړ پوړي چارواکي چي په دي عملياتو کي يي ونډه درلوده بي له دي چي نوم يي خپور شي وويل د دولت له اړخه لږ تر لږه ١٥ تنه وژل شوي خو د مخالفينو شميره چي لوړ پوړي چارواکي هم پکي شتون لري کيداشي د ١٠٠ تنو په شاوخوا کي وي . دا نښته د هلمند په موسي قلعه ولسوالي کي تيره ورځ را منځ ته شوي وه . دا نښته په افغانستان کي د طالبانو د واکمني نه وروسته تر ټولو خونړي جګړه ښودل شوي ده . ",د هلمند د جګړي د قربانيانو شميره مخ په لوړيدا ده 2822,ميرويس جلالزي," دا ټکي د پاکستان د بهرنيو چارو وزيري تسليم اسلم د جمعه په ورځ سهار وروسته له هغه وکړي چي تيره ورځ افغان ولسمشر په کنر کښئ د نوموړي ولا يت د مشرانو په يوه غونډه کي پاکستان د افغانستان په چارو کي په لاس وهنه  تورن کړ. ښاغلي کرزي ويلي وو چه اورپکي د پاکستان په مدرسو کښي تربيه کيږي او بيا هملته دا دستور تر لاسه کوي چي افغانستان ته لاړ شي او کلينيکونه ُ  روغتونونه   سونځي او نوري  ټول ګټي اداري وسوځوي . ميرمن اسلم وايي دا خبري اساس نلري او د افغانستان ثبات د پاکستان ثبات دي . ",د حامد کرزي په خبرو کښي دقت نشته 2823,ميروي جلالزي," د ډيرو هڅو سره سره تر اوسه عراقي مشران په دي ندي توانيدلي چي يو ملي حکومت او بشپړ امنيت تينګ کړي. د عراق لمړي وزير  نوري المالکي  به ډير ژر  خپله نوي کابينه پارلمان ته ور وپيژني . خو دوو کليدي وزارتونو دفاع او د اخلي پر سر تر اوسه کو جوړ جاړي ندي شوي . په همدي وخت کي تاوتريخوالي تيره ورځ په بغدا کي د  ١٩ تنو ژوند واخيست . د دوشنبي د ورځي چاودني په رامادي ښار کي د مالي ځيانو تر څنګ د سر ځيان هم اړولي ده . د سه شنبي په ورځ وسلوا لو کسانو د شعيه ګانو د يو استوګن ځاي په پارکينګ کي د يو بريد په ترڅ کي ګن شمير ملکي وګړي ووژل. په يو بل بريد کي ٣ امريکايي سرتيري ووژل شول. د امريکايي ځواکو د هوايي بريدو په پايله کي هم ملکي وګړي وژل شوي دي . د چهار شنبي په ورځ ١٤ تنه ملکي وګړي په يو نانوايي کي ووژل شول. تيره ورځ هم ٥٠ تنو په وسلوالو نښتو او چاودنو کي خپل ژوندونه له لاسه ورکړی دی. ",عراق په تيره يوه اوني کي 2824,ميرويس جلالزي,"     په دي ورستيو کي اروپايي ټولني هغو کارګمارونکو ته  چي بي اسنادو ګارګر  ګماري سخته جزا ټاکلي ده. په دي لړ کي فرانسه هم د چهار شنبي په ورځ نوي قانون تصويب کړ. د نوي قانون په وړاندي په پاريس کي د مظاهرو سره  سره ملي پارلمان دا قانون تصويب کړ. کيڼ اړخه حزبونه او د بشر د حقونو ملاتړي ډلي دا کار تبعيض آميز ګڼي. دا قانون کارپوه کارګران يوه خواه کوي او هغه کارګر چي په ژبه نه پوهيږي دي ته  اړ باسي چي فرانسوي ژبه زده کړي او د فرانسه قوانينو ته درناوي وکړي. دا په داسي حال کي ده چي د هسپانيي قناري ټاپو ته د کډوالو ورتګ د دي هيواد چا رواکي له انديښني سره مخامخ کړي دي . يوازي تري اوني ٤٥٠ کډوال له افريقا نه دي ټاپو ته ننوتي دي. هر ورځ په لسګونو کډوال د خطر ناکه لاري په تيرولو سربيره د يوي روښاني راتلونکي لپاره د کوچنيو کشتيو په مرسته دي ټاپو ته ځان رسوي. د رپوټو پر بنسټ تير کال د ١٠٠٠ تنو په شاوخواکي افريقايي کډوالو دي ټاپو ته د ورتګ پر مهال خپل ژوندونه له لاسه ورکړي. ",په اروپا کي د کډوالو ستونزي مخ پرزياتېدو دي 2825,ميرويس جلالزي,"  د ايراني هوسي په نوم لومړني لمريز موټر د دوشنبي په ورځ په کار واچول شو. دايراني هوسي په نوم دا موټر د تهران په تخنيکي پوهنتون کي طرح او جوړ شوي دی . دا موټر ٤٠٠ کيلوگرامه وزن لري چي په هر ساعت کي ١٠٠ کيلو متره واټن وهي . ایرانِی هوسی د وريځو په مهال د دري ساعتونو لپاره د لمر وړانگوځخه پرته حرکت کوي . ",ايران لمريز موټر جوړ کړ 2826,,"   د طالبانو يو تن ستر قوماندان ملا دادالله په کندهار ولايت کې د ائتلاف ځواکونو له خوا ونيول شو. افغان لوړ پوړو چارواکو بي بي سي رسنۍ سره په مرکې کې ددې خبرې پخلی کړی خو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. تر اوسه دا هم نه ده مالومه چې ملا داد الله څنګه او پر څه حال نيول شوی. په دې اړه به وروسته رپوټ ورکړل شي. ملا داد الله د طالبانو يو جګپوړی قوماندان شميرل کيده چې د طالب مشر ملا محمد عمر يو نژدې ملګری وو. داسې ويل کيږي چې نوموړي پخوا د جګړې په ترڅ کې خپله يوه پښه هم له لاسه ورکړې او د هيواد د سهيل لويديځې برخې په وروستيو ناراميو کې يې لوی لاس لاره. ",د طالبانو يو تن ستر قوماندان ملا داد الله ونيول شو 2827,سمیع الدین افغا نی,"  د وطن غیږه کی می کور دی ما ته پردی ما لت کی خوب کله راځینه د وطن خاوری به رانجه کړم دا پردیسی ژوندون می هر دم زوروینه چه مو  تاریخ  ته  نظر  وکړو جګی شملی مو د نیکو  را یادی شینه دا  مو  په خپله په  ځان  کړی چه د پردو په لمسون خپل کور  ورانونه راځی چه  خپل وطن اباد کړو تر څو به  ګالو د پردیو  پیغورونه وطن د ټولو  شریک کور دی دا دښمنان مو  په  قومونو بیلوینه د اتفاق نه  هر څه  جوړ شی راځی چه  یو  کړو  افغانی  خواره قومونه  کال  ١٩٩٨  مهاجرت ", وطني مصرۍ 2828,," د سويس د بهرنيو چارو وزارت وويل چې هيواد يې په اسلام آباد کې د خپل سفارت درست کارکوونکي بدلوي. د سويس د بهرنيو چارو وزارت پرون وروسته له هغه چې په اسلام آباد کې د دغه هيواد د سفارت پر کارکوونکود رشوت خورۍ،بد سلوک،او د انسانانو د قاچاق په هکله تورونه ولګېدل پرېکړه وکړه چې په اسلام آباد کې د خپل سفارت ټول کارکوونکي بدل کړي . د سويس د باندنيو چارو وزارت وويل چې په اسلام آباد کې يې د خپل سفارت د وېزې په څانګه کې د بې نظميو په باب پلټنه کړې ده . د سويس د بهرنيو چارو وزارت وايي چې داسې ثبوت لاس ته نه دى ورغلى چې وښيي د دغه هيواد د سفارت کارکوونکي په جرمونوکې لاس لري خو د سفارت د وېزې له څانګې څخه منظمو جنايتکارانو استفاده کړې ده.د سويس د باندنيو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي چې په اسلام آباد کې د سويس د سفارت د وېزې دڅانګې کارکوونکي په دې ملامت ګڼل شوي چې د دوى د نه پاملرنې او جديت له امله ځينې کسان توانېدلي چې په جعلي اسنادو او پلمو وېزې ترلاسه کړي. د سويس د بهرنيو چارو وزارت ويلي لکه څرنګه چې ځينې پاکستاني چارواکي شک کوي دوى داسې ثبوت نه دى ترلاسه کړى چې وښيي د وېزې د څانګې مسوول او يا د هغه تر لاس لاندې کارکوونکي دې په جعل کاريو کې لاس ولري. د سويس د بهرنيو چارو وزير امر کړى چې په اسلام آباد کې دې د دغه هيواد د سفارت د کارکوونکو او د اوسني او مخکيني سفيرانو په هکله دې تحقيقات وشي او تر هغو دې هيڅ وېزه نه ورکول کېږي څوپلټنې بشېړې شوې نه وي. په کراچۍ کې به هم د سويس د کونسلګرۍ ټول کارکوونکي بدل شي . ",سویس په باکستان کي دخپل سفارت کارکونکي بدلوي 2829,," د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خورشيد قصوري نن د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي دا تور چې پاکستان په افغانستان کې د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي رد کړ. ښاغلي قصوري د پاکستان مشرانو جرګې يا سنا ته وويل چې هيواد يې له تروريزم سره په مبارزې کې له افغانستان سره فعاله همکاري کوي او استخباراتي معلوماتوت ورسره شريکوي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزير دا خبرې يوه ورځ وروسته له هغه وکړې چې د افغانستان حکومت وويل چې د دغه هيواد په جنوب کې په تازه وسله والو نښتو او ځان وژونکو حملو کې څه باندې سل تنه ووژل شوي دي . ولسمشر حامد کرزي پرون په کونړ کې د دغو جګړو تور پر پاکستان ولګاوۀ او ويې ويل چې کره شواهد لري چې د پاکستان په مدرسو کې طالبانو ته ويل کېږي چې په افغانستان کې د دوى په قول جهاد ته ولاړ شي او ښوونځي او کلينيکونه وسوځوي. تر ښاغلي قصوري مخکې د پاکستان د باندې چارو د وزارت وياندې هم د افغانستان تورونه بې بنياده وبلل او ويې ويل په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان له لورو ادعاوو زور اخيستى ، د پاکستان د باندينو چارو وزير قصوري له ښاغلي کرزي څخه وغوښتل چې پر پاکستان د هغه څه الزام ونه لګوي چې د افغانستان په خاروه کې پېښېږي . سره له دې چې پاکستان د طالبانو د پرزول شوي رژيم کلک ملاتړى ؤ ، دغه هيواد په امريکا کې د سپتمبر د يوولسمې نېټې له پېښو وروسته ځان د تروريزم پر ضد په جګړه کې د امريکا سخت او نژدې ملګرى ګڼي او وايي چې افغانستان ته د تروريستانو د اوښتو راوښتو د مخنيوي لپاره يې له دغه هيواد سره په خپلوپولو کې شاوخوا اتيا زره پوځيان ځاى پر ځاى کړي دي . خو افغان چارواکي باور لري چې په هيواد کې يې د ناکراريو په زياتوالي کې پاکستان لاس لري او وسله وال طالبان د حملو لپاره د پاکستان له خاورې وراوړي . ",پاکستان د افغانستان د ولسمشر کرزي تورونه ردکړله 2830,," ", 2831,," از كلوخ اتش پريد، دافغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت په پښتو ژبه د قرآنكريم تفسير چاپ كړ. د دې تفسير د چاپېدو په مناسبت د اطلاعاتو او كلتور د وزارت د مطبوعاتوپه نړيوال تالار كې يوه غونډه جوړه شوې وه .د باختر دولتي خبري آژانس د راپور له مخې په دې غونډه كې د اطلاعاتو او كلتور (رد شوي ) وزير سيد مخدوم رهين وويل چې د دۀ تر مشرۍ لاندې وزارت په تېرو څلور نيمو كلونوكې د خداى د دين په لاره كې داسې خدمتونه كړي دي چې په تېرو اويا كلونوكې چا نه دي كړي او نه داسې خدمتونه ليدل شوي دي .   ښاغلي رهين وويل چې د اطلاعاتو او كلتور وزارت قرآنكريم (په پښتو)داسې ژباړلى او چاپ كړى چې يو عادي لوستونكى(باسواد) يې هم ويلى او ورباندې پوهېدلى شي او په پښتو د قرآن مجيد داسې ژباړه تر اوسه پورې موجوده نه وه .د قرآنكريم پښتو ژباړه د يوۀ كال په ترڅ كې د يوۀ كميسون له لورې شوې ده . خو د کارپوهانو په وینا د قران کریم د تفسیر چاپ  چاري وروسته له هغه ګړندۍ شوې چي ولسي جرګې په لوی اکثریت ښاغلي رهین ته د نه اعتماد رایي ورکړې  راپور زیاتوي چي ښاغلي رهین  له دې لیاري غواړي د ولسي جرګې اکثریت وکیلانو ته چي تر ډیره  پخواني جهادي  قومندانان دي ځان د خداې ددین دلاري یو سپڅلی مبارزښکاره کړي ، او د کلام الله  د پښتو تفسیر په مخته مخته کولو سره د هغو نه ددوهم ځل لپاره  رایه تر لاسه کړي . وَلاَ تَشْتَرُواْ بِآيَاتِي ثَمَناً قَلِيلاً وَإِيَّايَ فَاتَّقُونِ(بقره)   ",ښاغلی رهین دپښتو تفسیر په چاپ بیا رایه ته تمه لري 2832,بېنوا فرهنګي ټولنه," د روهي ادبي بهير اونيزه غونډه د روان كال د غوايي پر ۲۸ د پنجشنبې په ورځ د ماځيګر پر پنځه بجې د كندهار ښار په مدني ټولنه كي جوړه شوه. د روهي ادبي بهير اونيزه غونډه د روان كال د غوايي پر ۲۸ د پنجشنبې په ورځ د ماځيګر پر پنځه بجې د كندهار ښار په مدني ټولنه كي جوړه شوه. په دې غونډه كي شامحمود بريالي خپل شعر كره كتني ته وړاندي كړى و چي سيد حبيب الله روحاني تبصره پر ليكلې وه. د غونډي پرانيستونكې وينا محمدابراهيم سپېڅلي وكړه او پرليكوالو او شاعرانو يې ږغ وكړ چي د وخت ارزښت ته پام وكړي، ده وويل چي د قومونو د برياليتوب راز په دې كي دى چي هغوى وخت ته په درنه سترګه وګوري. وروسته سيد حبيب الله روحاني د بريالي پر شعر خپله تبصره واوروله او بيا د ګډونوالو له خوا پر شعر او تبصره دواړو اوږد بحث وشو، ځينو برخه والو او خپله ښاغلي روحاني دا ويل چي دا د ښاغلي بريالي له لومړيو شعرونو څخه دى، بايد وستايل شي، خو ځينو نورو بيا په شعر كي د نوي خبري، شعريت او هنريت او له زړو خبرو لكه شراب، ساقي، ميخانه او . . . . څخه د ډډي غوښتنه كوله، په اخير كي بريالي له ټولو څخه مننه وكړه چي ده ته يې ښې لارښووني وكړې او زياته يې كړه چي ده ځكه خپل شعر كره كتني ته وړاندي كړ چي نيمګړتياوي يې ښكاره او بل وخت تكرار نه شي. تر كره كتني وروسته مشاعره وشوه او تر ماخوستنه ۳۷ تنو شاعرانو شعرونه وويل. د مشاعرې په منځ كي ډاكټر سيدعبدالرحيم آغا چي لومړى ځل بهير ته راغلى وو، وويل:((شاعران د وطن مزدوران دي، نور د هري رشتې خلك يو اقتصادي لار لري، ډاكټر، انجينر او . . . .  هر يو د خپل كار په بدل كي اقتصادي ګټه كوي خو شاعر دا ګټه نه كوي، ځكه نو ډېر د قدر وړ دي، بايد پالنه او روزنه يې وشي، ده په بهير كي د تنكيو ځوانانو پر ګډون كره كتنه او په كره كتنه كي د ځوانانو پر خوندور بحث خوښي وښووله. د غونډي د پاى په شېبو كي د غونډي مېلمه نقيب الله اسد غونډه ښه وارزوله خو دا يې وويل چي يو وخت په رشاد بهير كي پر نثر او لنډه كيسه هم كره كتنه كېده، چي دلته هم يوازي پر شعر نه بلكي پر نثر هم بايد وشي. ",د روهي ادبي بهير نهمه غونډه جوړه شوه 2833,," د هغو پرله پسې جګړو له امله چي د كندهار ولايت په پنجوايي، ژړۍ او ميوند ولسواليو كي له څو ورځو راهيسي  رواني دي، له امله يې د كندهار ښار او نورو سيمو ته د مهاجرينو لړۍ راماتي سوي. بې ځايه سوي خلك وايي چي دوى ته د طالبانو او دولتي ځواكونو له خوا ويل سوي چي كورونه پرېږدي او د امن سيمو ته ولاړ سي، دولتي چارواكي هم دا خبره مني او وايي چي په پنجوايي ولسوالي كي يې دوه كلي له اوسېدونكو خالي كړي دي، د كندهار والي اسدالله خالد وايي چي ملي پوځ او ايتلافي ځواكونو د طالبانو په وړاندي پراخ تصفيوي عمليات پيل كړي دي، نوموړي  د څو مخالفو مشرانو نومونه واخيستل او زياته يې كړه چي هغوى يې د جګړې په ترڅ كي له منځه وړي دي. دى وايي چي دا عمليات به تر نامالومه وخته روان وي. ",كندهار ښار ته د مهاجرينو نوي لړۍ راماتي سوي 2834,," د تيري چارشنبې او پنجشنبې ورځو تر درنو جګړو وروسته چي د هلمند په موسى كلا ولسوالي كي وسوې،  له تيري ورځي راهيسي د هلمند په سنګين ولسوالي كي هم درنه جګړه روانه ده، په دې جګړه كي دواړو خواوو (دولت او طالبانو) ته دسر درانه تاوانونه اوښتي دي چي دقيق شمېر يې نه دى مالوم، خو دواړه غاړي د يو او بل د مړيو شمېر ډېر ښيي. د طالبانو وياند قاري محمديوسف احمدي وايي چي په سنګين ولسوالي كي يې د دولتي ځواكونو لس موټران سوځلي او زيات شمېر پوځيان يې وژلي او ژوندي نيولي دي، د كندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو كومندان جنرال رحمت الله رؤفي هم د سنګين د جګړې پخلى وكړ خو د پوځيانو د نيول كېدو خبره يې رد كړه. ",د هلمند په سنګين ولسوالي كي درنه جګړه روانه ده 2835,," په هرات ښار كي پر يو پخواني جهادي كومندان تورن امان الله وسله وال بريد وسو، په دې بريد كي نوموړى له خپلو درو تنو ساتونكو سره زخمي دى. د بريد پړه تر اوسه چا نه ده منلې، خو د هرات والي سيد حسين انوري وايي چي د پيښي په اړه يې پلټني پيل كړي دي. تورن امان الله هرات ته په يوه غونډه كي د ګډون لپاره تللى و. تورن امان الله د هرات د شينډنډ ولسوالي د زيركوه يو سيمه ايز قومندان دى چي په دوه اتيايم او درې اتيايم كال كي يې د هرات له پخواني والي (اوسنى د اوبو او برېښنا وزير) تورن اسماعيل خان سره پر له پسې جګړې وكړې. چي وروسته د دواړو سيالو كومندانانو ترمنځ ستونزي په افغانستان كي د امريكا د پخواني سفير زلمي خليلزاد په منځګړيتوب اواري سوې او تورن امان الله د دولت له خوا كابل ته وغوښتل سو. ", پر پخواني كومندان تورن امان الله بريدوسو 2836,,"   دطالبانو مخكښ جنګيالی قومندان چې ويل كيده نړيوال ائتلافي ځواكونو په عملياتو كې نيولی نن الجزيرې تلويزيون ته ويلي دی لا هم له امريكايانو سره په جګړه بوخت دی او امريكايانو ندی اسير نيولی لا تراوسه كوم لوري دملا داد الله په اړه كوم دقيق راپور ندی وركړی. ",ملا داد الله: زه نه يم نيول شوی. 2837,,"   دائتلافي ځواكونو خبرپاڼه كاږي چې ددغو ځواكونو يو امريكايي سرتيری تيره ورځ په ارزګان كې دطالب جنګياليو له لوري وژل شوی دوی دارزګان دچارچينو په لور روان ول ويل كيږي شپږ نور امريكايي سرتيري هم پدې پيښه كې ټپيان شوي. ",يو امريكايي سرتيری په ارزګان كې وژل شوی. 2838,,"   دطالبانو وياند حنيف الجزيرې تلويزيون ته وويلي چې طالب جنګياليو نن سهار په ارزګان كې له دولتي او امريكايي سرتيرو سره درنه جګړه كړې پنځوس دولتي سرتيري يې وژلي او دطالب جنګياليو دوژنو په اړه يې وويل چې له دوی پنځه طالب جنګيالي وژل شوي. ډاكټر حنيف وايي طالبانو دغه راز پنځه امريكايان هم وژلي خو امريكايان ديوه سرتيري دوژل كيدو او دشپږو نورو دټپي كيدو خبره كوي. ",طالب وياند: پنځوس دولتي امنيتي سرتيري وژل شوي. 2839,,"   دعراق دنوي لومړي وزير نوري المالكي 39 وزيريزه كابينې ته نن دعراق په پلازمينه بغداد كې دپارلمان 275 غړيو رايه وركړه او وې يې منله داكابينه له شيعه ګانو، سونيانو او له كورديانو جوړه شوې عراقيان له نوي حكومت نه تمه لري ترڅو هيواد ته يې دامنيت په راوستو كې خپلې خولې تويې كړي. ",دعراق پارلمان نن نوې كابينه تايئد كړه. 2840,,"   نن شنبه دهلمند په سنګين ولسوالۍ كې دفرانسوي ځانګړو ځواكونو دوه سرتيري وژل شوي او بل تن ټپي شوی .  ",دوه فرانسوي سرتيري په هلمند كې وژل شوي. 2841,," د زرنج او دلارام ولسوالۍ د لويي لاري د ساتلو لپاره يو اتيا كسيز امنيتي كنډك جوړ سو، د نيمروز ولايت د امنيت كومندان خليل بختيار وايي چي دا كنډك د ملي پوليسو، ملي امنيت او د لويي لارو د پوليسو څخه مشترك كنډك دى چي موخه يې په سيمه كي د غلو او قاچاق مخنيوى دى. دا كنډك په داسي حال كي جوړېږي چي په دې وروستيو كي له دې ځايه د لوټمارۍ او نا امنيو راپورونه وركړل سوي دي ",د زرنج او دلارام دښت د امنيت كنډك جوړ سو 2842,," طالبانو د افغانستان د اسلامي امارت د رهبري شورا په نامه يوه اعلاميه خپره كړې ده، چي په خپله دې اعلاميه كي يې پر افغاني چارواكو سختي نيوكي كړي دي، او ويلي يې دي چي چارواكي اوس خپلي ماتي په دروغجنو تبلغاتو پټوي، دوى په دې اعلاميه كي د ملا دادالله نيول هم درواغ ګڼلي او وايي چي افغان دولت غواړي په دې ډول د خپلو پلويانو مورال اوچت كړي. په دې  اعلاميه كي يې پر خبريالانو هم ږغ كړى چي د دوى په وينا د افغان حكومت په دروغجنو تبليغاتو و نه غولېږي او يو اړخيزه خبرونه بې له تصديقه خپاره نه كړي. ",طالبانودخپل اسلامي امارت په نامه اعلاميه خپره كړې 2843,ژباړن : سعيد الله شيرزوي," ژباړن: سعيد الله شيرزوي   بوډا سړى چې عمر يې آته اويا كلونو ته رسيدلى ؤ، د بيماري په بستركې د ژوند وروستۍ لحظې تېرولې، خپلوانو يې له اوښكو ډكو سترګو دده حال څاره، په داسې وخت كې چې دده ساه د ګوتو په شمار شېبې لرلې، یو عالم او پوه ملګرى يې دده په بستر ته حاضر شو او ډېر په خواشينۍ يې سره دده پوښتنه وكړه. ناروغ سړي په ګوډو ماتو کلِمو له خپل عالم ملګري څخه د يوې علمي مسئلې پوښتنه وكړه.عالم ملگري وويل: اې زما خوږ ملګريه! پداسې ضعيف حالت او ناروغتيا كې هم ته دداسي څيزونو پوښتنې ځاى وینې!؟ ناروغ په خوابدۍ سره ځواب وركړ: كوم يو له دغه دوو څخه ښه دى: دغه مساله پوه كه نا پوه  او آیا ته دا خوښوې، چې جاهل له دنيا څخه لاړ شم؟ عالم سړي مسئله بيا بيان كړه، وروسته له خپل ځاى پورته او خپل ناروغ ملګرى يې پريښود. لا به يې څو ګامه نه وو اخيستي، چې د ناروغ له كوره څخه دنارو او چيغو غږ اوچت شو، ډېر په ورخطايې راوګرځيد، ناروغ له فاني نړۍ څخه سترګې پټې كړې وې! هغه سړى چې ژوند تر وروستۍ شېبې پورې د زده كړې او پوهې تږی ؤ، ابو ريحان البيروني ؤ، د افغانستان له لويو رياضي پوهانو او فيلسوفانو څخه دی، نوموړى زموږ د ګران هېواد له سترو وياړونو څخه دى. د ابو ريحان ټول ژوند په ليكنه، څيړنه او د پوهې خورولو كې تېر شوى دى. تر ۴۲۷ هجري سپوږميز كال پورې چې پنځه شپيته كاله يې د عمر تېرشوي ؤ يوسل ديارلس جلده كتابونه ليكلې ؤ. دغه كتابونه په ډول ډول مسائلو له ستوري پيژندنه، طب، رياضيات، تاريخ، جغرافيه، دوا پيژنده، د ملتونو آداب او رواجونه څخه نيولي تر داسې  نور پوهنو پوري ليكلي ؤ. سره له دې چې پوره زر كاله د ابو ريحان له پير (عصر) څخه تيريږي، د هغه زياتره آثار او كتابونه له فكري اړخه تازه ښكاري، د هغه فكره او د څيړنې کړنلاره په علمي مسائلو كې د خپل پير پوهانو پر پرتله د ننیو پوهانو د فكرې او څيړنې د کړنلارې سره ډېر نژديوالى لري. هغه تل د حوادثو په علت فكر كاوه، د څېړنې او نا پيژندل شويو څيزونو د كشفولو سره يې ډېره مينه لرله، د مختلفو دينونو او ملتونو د آدابو او رواجونو په اړه به يې څېړنه كوله، كوم معلومات يې چې لاسته راوړل په كتابي بڼه يې ليكل، د ناپوهۍ سخت دښمن او له علم او پوهې سره یې خورا مينه لرله. تاريخ هم ګواه دي، چې د ابو ريحان البېروني سيالې څېرې ډېرې كمې پيدا كيږي. ",له زانګو تر قبره زده کړه وکړه 2844,نصير ستوری - جرمني," غونډه د ماښام په 7 بجو د پښتنو سوسیال ډ موکرات ګوند PSDP دوهم مرستیال محمد شیرین ګردیوال پرانیستله. د PSDP جنرال سکرتر هدایت بنګش له خوا مشر میلمه او راغلو میلمنو ته هرکلی وویل شو. د پښتنو سوسیال د موکرات ګوند PSDP دپښتنو د منلی مشر ، زړور پښتون سېاستوال اودعوامی نشنل ګوند ANP مرکزې صدر ښاغلی اسفندیار ولی خان په ویاړ دجرمنی د لیورکوزن په ښار کی په 12.05.2006 نیټه یوه درنه غونډه چی په اروپا کی دلری اوبری پښتونخوا د بیلابیلو سیمو پښتانه/افغانان پکې راټول شوی وو جوړه کړه.غونډه د ماښام په 7 بجو د پښتنو سوسیال ډ موکرات ګوند PSDP دوهم مرستیال محمد شیرین ګردیوال پرانیستله. د PSDP جنرال سکرتر هدایت بنګش له خوا مشر میلمه او راغلو میلمنو ته هرکلی وویل شو.د غونډی په پیل کی ګډون کوونکی د پښتنو د دوو سترو مشرانو ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری او ارواښاد خان بابا خان عبدالولی خان د مړینی له امله ودریدل او دیوی دقیقی لپاره يی سکوت وکړ.ورپسی د PSDP د خپرونو چارو مشر عزیز سرشار په خپله مقاله کی وویل:ننۍ غونډه چې د پښتنود ټولنیزولسولیز ګوند PSDP له خوا جوړه شویده چې د پښتنو منلی مشر ښاغلی اسفند یار ولی خان او لر او بر پښتانه پکې راټول دی دهیواد د هغه ستر سړیتوب (شخصیت) برکت دی چې د داسی ګڼ شمېر غونډو،جرګو، کنفرانسونو او سیمینارونو بنسټ ایښودونکی و، چې لر او بر پښتانه ئې تل په یو ټغر راټول کړی و. خپل قوم او اولس ته ئې بې ساری هراړخیزه، تل پاتی اونه هیریدونکی خدمتونو کړیدی.هغه د هیواد ملی منلی اوستر ولسی سړیتوب (شخصیت) د پښتون قامی وحدت خدمتګار، ادیب ، شاعر، څیړونکی، لیکوال، ژورنالست، ساپوه، د باچا خان د نظریو پیرو،د پښتونخوا د تاریخ ځلیدونکی ستوری، زړور مبارز، د کونړ دوهم سید جمال الدین افغان، د پښتنو دټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoons Social Democratic Party-PSDP بنسټ ایښودونکی او مرکزی مشر ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری دی.دا هغه حساس قام پرست پښتون وچی کله ئی د شعور په درشل قدم ایښی دی نو د پښتون قام د یووالی ارمان له ئی اوږه ورکړی اود ژوند تر اخری سلګۍ پوری ددغه ارمان په تکمیل پسی سروهلی او بروهلی ګرځیده. د ژوند ټوله برخه ئی پښتو، پښتونولۍ ،پښتون قامی وحدت ، وطن او د اولس خدمت ته وقف کړی وه. تل ئی د پښتنو د یووالی بیرغ اوچت ساتلی وو. دپښتون قامی وحدت،ملی حاکمیت، استقلال او حقوقو کلک مدافع و. اروا ښاد ستوری نه یوازی د افغانستان په دننه کی بلکی د سیمی په سیاسی مبارزېنو کی لوړ مقام لرلو، او د ډیر محبوبیت لرونکی قومی او ولسې مشر وو. چې د پښتنود تاریخ یو ژوندی باب دی چې پښتانه به پری تر عمره ویاړی. ســتــا ویـــنه پــښـــتــنـه وهســتـا مـــیـنـه پــښـــتـنه وه ته ځــما د سـر شــمـلـه ویتـه ځـــمـا د شــمـلـی وږی ډاکتر ستوری ډیرو پښتنو ته د سیاسی بیدارۍ لارښودلی او اولسی تحریک ئې چلوې دی.د قامی یووالی د ضرورت ددغه احساس د رابیدارولو لپاره یی هلې ځلې کړی دی او د ټولو قامی او ولسی مشرانو سره ئی خپل غږ ملګری کړی دی دا په دی اساس چی دغه قامی مشران د ستوری د یوه فکر او یوی نظرئی ملګری و، هغه د شخصیت پرستۍ بالکل قایل نه و ځکه نو ټولو قامی او ولسی مشرانو ته ئی یوشان درناوی لره .اروا ښاد ستوری هاغه پښتون مسلمان بشردوست وو چې د خپلی نظرئې له پاره ئی ژوند کاوه. په وار وار ورته د وخت د حکومتونو لخوا د لوړو مقامونو او منصبونو وړاندیزونه شوی دی،خو دی پخپله عقیده او لاره کې هیڅ ډول کامپرومس (معاملی) ته تیار نه وو.لکه څنګه چی ده ته د باچا خان نظریو ژوند وربښلی وو لر او بر پښتانه پری راټول ووهمدا راز په هغه لار لاړ چی په ژوند ئی غوره کړی وه.د هیواد په دننه اوبهر کی دپښتنو په غونډو،کنفرانسونو، سمینارونو او جرګو کی ئی تل برخه اخستی او په ډیرو سختو شرایطو کی ئی هم ځان وررسولی دی.د ډاکتر کبیر ستوری د ژوند زیاته برخه د خپلی پښتونخوا نه لیری په المان کې تیر شوی ولی د قام ولۍ بیرغ ئې دلته هم هسک ساتلی دی.ډاکتر کبیر ستوری یو سپیڅلی قام پرست پښتون وو ځکه د ژوند په هر قدم ورسره د ویشلی او تالا والا پښتون فکر وو. د پښتو نه پرته بل کوم سوچ کول ورته باالکل بې مانا ښکاریدل. دا نظم ئې د احساس څرګندونه کوی: یـو ټـبـر یـــــــوه ورځـــــې چـــــا ویــلـــــيچـې اســمـان تــه مـې کــــــتـلــــي يــــوه غـــــټه وریــــځـه راغــــلــهدوه وړي ئــــې ښــــــــــکــلــولـــي وړې شـــوې غـــټــې کې غــــــیــــبيبــــیـا مـــې ســـتـرګـو نـــه لــیـد لـي ښــکارې دا وي کـــوچــــنۍ وریـــځــیچـــې د مـــور غـــېــږې تـــه تــلــلــــي د یـــــــو کــــــور د یــــو ټــــــــبــر ويد یـــــــو بـــــل نــــه ځـــــارېــــد لـــــې چې هـم جــــنـس وی جــــمـع کــــېـــږیعـــــــقــل کــلـــــــه بـــــــېــلـــــولــــي پــه ویــــشـــلـــي پـښـتون قـــام ئـــــېســــــــتـوري اوښــکـــې تــــویـــولــې ډاکتر ستوری په کلکه دا باور ووچې پښتانه به نور تر ډیره وخته پوری داسی ټوټی ټوټی نه وی پراته بلکه دوۍ به هرومرو د خپل ملی وحدت مرام ته رسی او د احمد شاه بابا دغه خاوره به یو ځل بیا د پښتونخوا په نامه یاده کړی.د پښتون قام مهم او ملی شخصیتونه تل ددی قام د تاریخ په ډیرو حساسو وختونو کې له دونیا نه تللی دی.د لر او بر د پښتنو د بخت او هسک دغه ځلیدونکی ستوری د 2006 ع کال د اپریل د میاشتی په څلورمه نېټه دسهار په څلورنیمو بجو لدی فانۍ نړۍ څخه د تل له پاره پنا شو. نن مونږ سره په جسمانی طور موجود ندی خو ستوری تل ژوندی دی د ده نظرئی هدفونه، کړنی ، خاطرات، پوهنیزه، او ادبی پانګه زمونږ سره تل پاتی ده.د پښتنود ټولولنیزولسولیز ګوندPSDP د افغانستان د حکومت څخه غوښتنه کوی چی د ډاکتر کبیر ستوری په نوم پوهنیز مرکزونه جوړ کړی او د ډاکتر ستوری پوهنیز کتابونه او لیکنی د پوهنی په خدمت کی د هیواد په پوهنتونونو کی د پوهیدونکو د زده کړی دکتابونو په لست کی ونیسی. ورپسی پیغلی سیلۍ شینواری حاضرینو ته یو شعر واورولو.بیا د پښتنو سوسیال ډ یموکرات ګوند PSDP دوهم مرستیال ښاغلی محمد شیرین ګردیوال په خپله مقاله کی وویل: په کوزه پښتونخوا کی د پښتنو هلی ځلی او په ځانګړی ډول د عوامی نشنل ګوند ANPهلی ځلی ،د پښتنو د ملی هویت، ازادۍ، ټولنیز، سیاسی اواقتصادی ژوند په هکله یو ځلانده څپرکی دی.د تاریخ په اوږدو کی د خدای خدمتګارو څخه راواخله تر اوسه پوری ددغه پارټۍ ملګروچی کومی قربانۍ ورکړی دی په تاریخ کی ساری نه لری. د پښتنو پرابلومونه او مسئلی د پښتنو په سر دی مونږ ته به بل هیڅوک زمونږ مسئلی حل نه کړی مونږ به خپلی مسئلی پخپله حل کوو. ددغه مسئلو د حل لپاره د ټولو پښتنو د مرستی او ملاتړ اړتیا ده. په ملی او نړیواله کچه یو کوټلی پروګرام اوچوکاټ پکار دی چی ددغه پروګرام سره هر روشن فکر پښتون ځان په ایډنټیټیت کی راولی او د عملی کار لپاره ئی زمه واری په غاړه واخلی. هغه زیاته کړه چی په همدی ځای د یوی خبری کول ضروری ګڼم چی مونږ پښتانه په حیث د یو قوم د هیڅ قام او ژبی مخالف نه یو خو د نړۍ د یو مدنی او پرمختللی قام او ملت په حیث د بل نه هم د متقابل احترام طمع او توقع لرو. ده وویل که د یو ژوندی او میړنی قوم په حیث غواړۍ چی په ملی او نړیواله کچه د قومونو او ملتونو د سیالۍ جوګه شو نو راکینۍ او یو موټی شۍ او په هغو ټکو اتفاق وکړۍ کوم چی ستاسی پلرونو او نیکونو تاسی ته د یوه تاریخ د میړنی قام او ملت په حیث په میراث پریښی دی او د پښتون ملت به په غیر د ستر ملی هویت، ګډ مشرتابه،ګډ ملی مرکز او یووالی څخه ددی جوګه نه شی چی د یویشتمی پیړۍ په درشل او د نړۍ والو نورومونو مطابق د یو میړنی، پرمختللی او ننګیالی قام او ملت په حیث د یو ځلنده حیثیت ټاټوبی خاوندان شو.ددی وروسته دPSDP لمړی مرستیال تاریخپوه علی خان محسود د خپلی وینا په ترڅ کی وویل: کله چی مونږ ددی ضرورت ولید چې داسی ګوند یا اورګانیزشن جوړ کړو چې سوچه پښتو وی . نو د پښتنو ټولینزولسولیز ګوند Pashtoons Social Democratic Party-PSDP بنیاد مو کیښود.چې پدی کې د کبیر ستوری ډیرغټ لاس وو. په هاغه وخت کې ډاکتر کبیر ستوری ملی شخصیت وو ملی هلک وو او ملی ځوان وو او مونږ سره ئې ډیر کومک کړیدی بله غټه خبره دا ده چې د هاغه وخت مطابق ډیر خلک د پښتون د نوم نه ویریدل او وویل به ئې چې تاسی افغانستان ورانوۍ خو دا یو پروسس وو، ورو ورو ورسره د خلکو غوږونه او ذهنونه اشنا شول، د خدای شکر دی چې په ټوله دونیا کې نن پښتون د پښتون په نوم پیژانده شی. بله دا چې مونږ پښتانه په لر او بر تقسیم یو او په ملا باندی مو د ډیورند تش په نوم کرښه تیره ده دا داسی مثال دی لکه چې زمونږ وجود ګوزن ووهی ، زمونږ د ګوند PSDP بنیادی او بنسټی ټکی د باچاخان دعدم تشدد د نظرئی د لاری قدم په قدم پښتنو دیووالی او سوکالی ده.تر څو پوری چې مونږ لر او بریوشوی نه یو نو هیڅکله به نه بر او نه لر د عزت خاوندان شی. زمونږ ژبه او کلتور لره خوا د انګریزی او اردو لاندی راغلی او بره خوا کی پاړسیوان، ایرانی او تاجک کوشش کوی چې په افغانستان کې پښتو ژبه د دفترونو نه ووځی او تش په دا غرونو کې ویلی کیږی خو په افغانستان کې پښتانه اکثریت دی 72 فیصده پښتانه په افغانستان کې اوسیږی چې 60 فیصده هغه پښتانه دی چې پښتو ویلی، لیکلی او لو ستلی شی او 12 فصیده هغه پښتانه دی چې پښتو تری تللی ده ځنی پری لږ څه پوهیږی او ځنی پری د سره نه پوهیږی.نن د افغانستان خو نوم شته خو افغانستان د سر نه نوی جوړیږی او بله خوا په دونیا کې یوه تبدیلی روانه ده مخکی د ګرمو او بو جګړه وه اوس د تیلو او ګیس جګړه ده، ددی لپاره جاپان، چین، امریکه ، یورپ او نور.... لګیا دی نوی ټیمونه جوړ وی. مونږ او تاسی باید وګورو چې کوم یو ټیم زمونږ په فائده دی چې ملی ګټی مو پکې خوندی شی چې ملګرتیا جوړیږی هم په ملی مفاداتو او که ورانیږی هم په ملی مفاداتو افغانستان کې به حکومت پښتون کوی بل څوک ئې نه شی کولی. زه بهر دونیا ته اپیل کوم چې د پښتنو سره مرسته وکړی چې پښتون یو شی. نن چې دلته اسفند یار ولی خان راغلی او وائی چې ای پښتنو په تاسی یو سیلاب راوان دی. تاسی که ویښ او بیدار وی نو تاسی به پدی سیلاب پټی اوبه کولی شی او که ویده پاتی شوی نو تاسی به یو سی. مونږ باید چې د اسفند یار ولی خان سره مرسته وکړو او د لوی بابا باچا خان سلسله راونیسو ځکه چې دا لاره تر اوسه صیح ثابته شویده مونږ لر او بر باید یو بل ته لاس ورکړو په یواځی توګه ئې نه لر شل کولی شی او نه ئې بر. د غونډی په پای کې د پښتنو منلی ستر مشر ښاغلی اسفند یار ولی خان چې دغه غونډه ئې په ویاړ جوړه شوی وه وینا وکړه. د هغه د وینا غټ غټ ټکی :پښتون قوم د تاریخ په یو ډیره نازک موړ ولاړ دی داسی وختونه لکه نن چې په پښتون قام راغلی دی د قامونو په ژوند کې ډیر لږ راځی کله چې یو قوم پداسی موړ ودریږی چې دی به یا شته کیږی یا خدای مه کړه ورکیږی. ورونو! نن مونږ بیا یو داسی موړ ته رارسیدلی یو ځینی خبری داسی وی چې هغه لږی ترخی او د ډیری خوشحالۍ نه وی خو یا به د خپل ځان د جذباتو او احساساتو خیال ساتو او یا به حقیقتونه ځانته مخ ته ږدو او د هغی حقیقتونو په رڼا کې به د سبا لپاره ځان ته لاری لټوو.زمونږ دا تیری دری لسیزی پښتون قام په داسۍ یو عذاب کې تیر کړل چې هغی ډیر ډوب زخمونه زمونږ په ذهنونو، زړونو او وجودونو پر یښودل ځما خواست له تاسو څخه دا دی چې د پښتنو خبره تیر په هیر.پرون چې څوک په کوم ځای ولاړ وو هغه به دهاغه وخت د حالاتو نه مجبور وو، دا دهغه وخت سوچ او فکر وو، تا سی ټول تعلیم یافته ئې، ټول ښه پوه ئې. زه امریکی ، انګلستان او بیا دلته راغلم ځکه چې هغه پښتانه چې د خپل هیواد بهر دی د هغوۍ سره خپله رایه یوه کړم.نن هغه منطقه په یوه صف بندۍ لګیا ده تقسیمیږی په هغه منطقه به نن یو اړخ ته هغه خلک وی چې امن، مینه ، ترقی او د دونیا سره یو ځای تګ غواړی او بل اړخ ته هاغه خلک ودریږی چې د هغوۍ د سیاست بنیاد به نفرت ، بدامنی ، قتل او ددونیا سره به جنګ وی. دا فیصله به تاسی پخپله کوی چې کوم صف کې ودریږۍ. ANP خپله فیصله کړیده چې ځما سیاست د باچاخان بابا د عدم تشدد درست سیاست دی.یو پښتون چې د پښتون د معاشری بنیادونه خوځوی د پښتون روایات او کلچر ختموی نو زه به هاغه سړی ته هیڅکله پښتون ونه وایم.زه وایم ترڅو پوری چې پښتون ته یو پیغام ورنکړای شی چې ته پدی خپله خاوره دعزت ژوند تیرولی شی، ستا بچې د عزت او غیرت یوه مړۍ په خوله کولی شی. تر هغی پوری دا مسئله هم نه ختمیږی.تر اوسه پوری پښتوون قام وهل پدی خوړلی چې هاغه په یوداسی ځای کې پروت دی چې ټول عمر د دوو لویو قوتونو د جنګ مرکز وو د مغلو نه نیولی تر ننه پوری دا جنګ زمونږ په خاوره وو.نن په لمړی ځل مونږ په هاغه نازک موړ ولاړ یو او فیصله به کوو، د امریکی مثال د لنګی غوا دی چې لشو او که نه ئې لشو؟ خپلو بچو ته تری پۍ اخلو او که نه ئې اخلو؟ نن د هغه غرض د منځنۍ اسیا په تیلو او ګازکی دی خو لاره ئې په پښتون ده. که پدی ټوله سناریو مونږ نظر واچوو دغه تیل به د سپین بولدک له لاری چمن ته راځی او بیا به د بلو څو علاقی ته اوړی..........زه وایم چی ورورولی کوم غلامی په هیڅ صورت نه کوم. زرو هــسی پـــیغــور شـی چې هـــمـت ورسره مــل نــه شـــــیورک هــاغـه مـشـال شـه چې تــیـاره شـی او دی بــل نــه شـــی د وینا ورورسته دروند مشر دغونډی د برخه والو تپوسونو او پوښتنو ته ځوابونه وویل. غونډه د ماښام په لسو بچو پای ته ورسیده. ارواښاد ډاکــتـر کــبــیـر ســــتـوری ته ســودا اخـستی یـمه څـنګـه به شـی ســتـوری شـمارمخـو کـبــیـر ســتـوری پکـی نـشــتـه لـه مـداره وتــی دا د پــښـتـون اسـمان انـګـړ راتـه خـالی خـالی شــوزمونـږه ســـتــوری د یــارانـو لــه کــتــاره وتـــــی محمد اجان یا ر   - د پښتونخوا خبریال -   ",په جرمني کي داسفند یار ولي خان په و یاړ غونډه جوړه شوه 2845,ميراحمدشاه پښتون," زماخواږې ژبې ته !چې دسرورډکه ده چې دغرور ډکه دهدسرداروژبه ده دامې پښتوژبه دهچې ولولې ورکوي زمونږه ستړي ژوند تهچې فيصلې ورکوي زمونږه نيمګړي ژوندتهچې د ګلونو غنچې ډکې په لاس لريچې د خيالونو په لورلوي احساس لريداد خوشحال خټک بيټ نيکو ژبه دهدسرداروژبه ده دامې پښتوژبه دهچې درته حسن ستايي چې درته حورې ستاييچې کلک ايمان ښايي ، دقران توري ښايي داداسلام ژبه ده دمذهبوژبه دهدسرداروژبه ده دامې پښتوژبه دهزمريان يي دځمکې وايي ستوري اسمان کې واييدهوابازوکسمنافتو دباتوروميړنوژبه دهدغرورغوژبه ده دامې پښتوژبه دهپښتونه کارپکاردي نن سباوارپکارديدافتحارژبه ده دپرګنوژبه دهدامې زماژبه ده دامې پښتوژبه ده اوکراين اديسه ښار ",زماخواږې ژبې ته ! 2846,داکتر کاکا جان سهار," داکتر کاکا جان سهارهمدا يو څو ورځې مخکې د افغانستان ددولت مشر محترم حامد کرزی پخپله وينا کې نړيوال پانګوال وهڅول تر څو په افغانستان کې په بيلو سېکتورونو کې پانګه واچوي. او پدې هکله يې د خنډونو دلرې کولو توده وعده هم ورکړه. په افغانستان کې د پانګه اچولو مسئول محترم داکټر صاحب عمر ذاخېل وال هم د بي بي سره په مرکه کې اوس  وخت په افغانستان کې د پانګو اچولو يو ډېر ښه فرصت وبللو. که څه هم ده په افغانستان کې پانګه اچونه له امنيتي پلوه له يو څه خطر څخه خالي ونه بلله  بلکه  خبره يې په افغانستان کې له پرانيستي بازار څخه هم وکړه. هو رېښتا کومه وعده ؟ د کرزي صاحب لکه چه ذاتا دا خوښېږي چه ډېرې وعدې وکړي، ده زموږ د ولس سره هم ډېرې وعدې کړې ، خو په عملي کولو به يې هغه پړ نه بولوځکه چه دده دنده يوازې دوعدو کول دي او په عملي کولو سره يې کار نه لري. که ستاسو په ياد وي هغه د خپلو حتی وزيرانو لکه داکتر عبدالرحمن، حاجي عبدالقدير، د تورن اسماعيل خان د زوی  ميرويس د قاتيلينو د پيدا کولو، د هېواد د ابادولو او دسړي سر د زياتو دالرو کلنيو عايداتو، اوپه لنډ وخت کې د يوه نوي افغانستان د جوړولو،...  نور اونور وعدې هم کړې وې خو خدای خبرچه کرزي صاحب به د کومو وعدو پوره کېدل په خوب کې وينيکه څه هم په اوس وختونو کې د افغانستان د روانو نعمتونو دځينو سکنيودوستانو له خولې اورېدل کېږي  چه کرزی صاحب نو نور څه وکړی ټوله ورځ يې کچکول اخيستی،  او وايي چه ګواکي هغه  زموږ لپاره ګدايي کوي. زه منم که دا د هغه چا د خولې خبره وي چه له کرزی صاحب سره يې په ګډه د جيوال خوله نيولې وي. ځکه چه د کرزي صاحب د ګدايي څخه به دوی  ته يوڅه سرې او سپينې ور رسېږي. ولې زه دا هم منم چه داد افغان ولس او هېواد خبره نه ده ځکه چه ولس او هېواد تر اوسه پورې د کرزي صاحب د ګدايي له برکته کومه هوسايي نه ده تر لاسه کړې او هنوز لا هغه څه چه نړيوالو دوستو هېوادونو دغه ولس او هېواد ته د مرستې په نامه ور کړي هغه هم کرزي صاحب د خپلو خېټورو انډيوالانو سره نوش جان کړې،  ولس او هېواد ته څه نه دي ترې  ور پاته شوي. هو رېښتيا په افغان ولس باندې خو د کرزي صاحب او دده د انډيوالانو ښه سات تېر دی د پېسو او ډالرونو خو کمی ځکه نشته چه هر څه بې پوښتنې راځي اود ده د پرې د يو څو محدودو انډيوالانو خوراک کېږي، هغه که د رېښتيا خبره وي دوی خپلې شتمنی ثبت کړې دي او بس، ولې بده خبره خو داده چه کرزي صاحب  او د هغه څو نور د پرې  ملګري خو پخپله تر دوو سوږمو پورې ماړه شول خو اوس نو د نړی نورو ښکاريانو ته هم بلنه ور کوي چه راځی ميلې اومزې خو دلته دي، چه څه د وکړل هغه د وکړل،  چه حتې څوک يې پوښتنه هم نه کوي ؟محترم داکټر ذاخېل وال صاحب هم چه اوس دغه مېلو او مزو ته د وربرابرېدو په درشل کې دی، د يوه پانګه پوه په صفت په ډېره لوړه غاړه سره د کرزي صاحب داخبره را غبرګوي چه!! هر چا چه دلته يو دالر پانګه اچولې ده نو په بدل کې يې په يوه کال کې تر دريو ډالرو زياته ګټه  تر لاسه کړيده!!.محترم کرزی صاحب د د خپل ذاخېل وال صاحب او نورو برجسته مشاورينو سره يو ځای کوم بهرني هېواد ته ولاړ شي، هلته د وګوري چه ايا د نړی په مخ به بل چېرته هم کوم داسې بې څښتنه او بې پرسپاله هېواد وي لکه افغانستان چه يو دالر ور وړې او په يوه مياشت يا يوه کال کې څلور يا پنځه چنده دالرونه ترې وړې، ښکاره ده چه نه هېڅکله هم نه.زموږ اوس د کرزي صاحب  او دهغه د پوهاند ذاخېل وال صاحب په هيلو يو څه  شک پيداشو، دوی دا سنجش نه کوي چه د غه پانګوالو ديوه دالر په بدل کې دا څلور دالره د چا له جيبه وړي دي، هغه د کومې توليدي منبع څخه تر لاسه شوي، هغه زموږ ولس ته  د کومو صادراتوپه بدل  او ياهم د کومې تجارتي راکړې ورکړې په بدل کې په لاس ورغلي وو ؟؟؟؟؟ ورونو که تاسو ددې پوښتنې ځواب ته ښه ځير شی دا په حقيقت کې زموږ دهېواد دابادی لپاره د نړيوالو مرستو د پيسو هغه يوه برخه وه چه د کرزي صاحب د ټلوالې له جيبونو څخه يې د ولس د جيب پر ځای ددغه پانګوالو جيبونو ته لاره پيداکړېوه. او يا هم  د هغه کوم خوار مظلوم افغان چه پخپلو وينو او تڼاکو سره يې کوم دالر د کوم جيب په کوم کونج کې د خپل او لاد له نفقې څخه سپمولی وو، ددغه ښکاري پانګوالو د جيبونو په لومو کې ورښکېل شو. او بس نور نو تاسو څه فکر کوی چه دا به د کرزي صاحب د ښو خدمتونو له برکته زموږ په هېواد کې دکومو توليدي پروژو د محصولاتو د پلورلو څخه لاسته راغلي دالر! ونه  وي؟؟ نه – نه –نه کرزی صاحب او دده ټلوالې حتما دا هېره کړېده چه کرزي صاحب به يوه روځ نه يوه روځ تش کچکول د خپلو ملګرو په خوا راستنېږي او زموږ ولس ته د  نړيوالو سخا به هم يوه روځ نه يوه روځ له خپلو کړيو ژمنو څخه ستړې  کېږي. نو بيا دکرزی صاحب ووايي چه پانګوال به له دغه هېواد څخه د يوه دالر په بدل کې څو چنده دالرونه او د څه شي له درکه يوسي. ايا زموږ د هېواد له هنوز هم ورانو پاته کنډوالو څخه، او يا زموږ د ولس له عيزت لوټلو او يا ابدي غلامی څخه؟؟.  رېښتيا په اوس وختونو کې د لاښه برايت د تر لاسه کولو په مقصد د ځينو دولتي مقامونوڅخه دا خبره هم ډېره اورېدل کېږي چه د نړيوالو مرستو زياتره برخه د خاصو شرايطو سره تړاو لري. دوی استدلال کوي چه ګواکي نړيوال ټولې مرستې د افغانستان ددولت په واک کې نه ور کوي.؟ ولې د هېواد د ابادی زياتره مينه وال بيا د کرزي صاحب ددولت دريځ ته د شک په سترګه ګوري. دوی ځکه دا ښه بولي چه نړيوال د خپلو مرستو يو څه اندازه تر خپل نظر لاندې مصرفوي چه په پايله کې خواقلا يو نيم ښوونځی او سړک جوړ شوی وينو او که نه - نو اوس به دا هم نه وو. د بيلګې په توګه د جاپان هېواد خپله مرسته د هېواد په ځينو برخو کې د ښوونځيو ابادولو ته ګوښې کړېده.او د جاپان سفارت د ښوونځيو د تعميرونو په جوړولو باندې پخپله عملا نظارت کوي، همدا وجه ده چه په تېر کال کې د جاپان په دوستانه مرستو سره د هېواد په بيلو- بيلو برخو کې د يو زيات شمير  ښوونځيو لپاره ښه سم درسي کمپسونه جوړ شوي. دا چه زياتره هېوادونه خپلو ولسونو ته حساب ورکوي، نوځکه  ځنې هېوادونه بياخپلې مرستې د بېلګې په توګه د کرهڼې په مربوطاتو او يانوروبرخوکې او ځنې هېوادونه  بيا په ځينو خاصو سيمو او ولايتونو کې تر خپل نظارت لاندې مصرفول غواړي، ، چه دا ټول ښه کارونه او زموږ د هېواد دابادی لپاره سم پروګرامونه کېدلای شي. خو ستونزه دلته را منځته شوېده چه د کرزي صاحب واکمنه اداره ددې جوګه نه ده چه د خپلو وزارتونوپه واسطه د بهرنيو هېوادونو له خوا دابادی دغه پاشلي  پروګرامونه زموږ د هېواد په ګټه سره هم اهنګ کړي. که ريښتيا ووايم د هېواد دابادی په هکله د کرزي صاحب بې کفايته ادارې زموږ د ولس ډېر طلايي وخت عبث تېر کړ. دا ځکه چه د کرزي صاحب ادارې بايد مرسته کوونکو هېوادونو ته  مخکې تر مخکې د هېواد په بيلا بيلو برخو کې د هېواد د بنسټيز ابادولو پروژې ور سپارلئ او ورته يې دا سپارښتنه کولای تر څو دوی پخپلو راتلونکو مرستو کې زموږ د هېواد د بنسټيزې ابادی لپاره هغه پروژې پخپلو پلانونو کې تر اجرا لاندې نيولای. دا هم ددې امله چه بهرني هېوادنه څه پوهېږي چه زموږ په هېواد کې د پختې توليد څومره، او په کومو سيمو کې کرل کېږي او د هغه د سرت کولو او پخولولپاره په کوم ظرفيت کارځا! يونه ، چېرته  په کاردي.  که داسې ونشي او د مرستې مبلغونه د مرسته کونکو هېوادونو له بانکي حسابونو څخه پرته له  کوم ټاکلي پلان څخه را جلا شي. نو دوه حالته منځته راتلای شي.لمړی -  ددغه هوايي پيسو زياته برخه د اقتصادي پروژو پرځای د دالري ښکاريانو د بانکي  حسابونو برخه ګرزي، حتې داسې کله کله  نړی وال دالري ښکاريان  دمرستو له دغه پيسو سره سم  له همغه مرسته کوونکو هېوادونو څخه را ځغلي تر څود هغه څخه په څکه کولو سره بريالي شي. دوهم- د مرستې هغه پيسې چه مصرف يې مخکې تر مخکې نه وي پلان شوی  د دالري ښکاريانو لپاره د شخصي ښو ځوانيو، لاسوهنو او اختلاصونوډېرمساعد فرصتونه  لري. له همدې کبله ده چه ددې هوايي پيسو زياتره برخه دهېواد دابادی پر ځای چه هر چا يوړه د هغو شوه تر خطر لاندې راځي. داچه نړيوال  زموږ سره زموږ د هېواد د ابادولو لپاره د خپلو لاسونو د تڼاکو له پيسو څخه مرستې کوي نو ځکه به دا يو ځل بيا هم د کرزي صاحب دادارې بې کفايتي و بولم، تر څو تر اوسه يې ونشو کړلای چه د مرستو په دغه لړۍ کې د خپل هېواد دابادی لپاره هم غږي او پلانيزوالی راولي.  د پانګوالي په هکله د نړی په اوسني بازاري سيستم کې پانګوالي په دوه ډوله جلا کولای شو: اول سالمه پانګوالي:دا هغه پانګوالي ده چه پانګوال يا د خپلو اصولو او ياهم د واکمنو شرايطو له مخې د اچول شوې پانګې د مقدار ، د توليداتو د کيفيت او خپلو ګټوتر منځ يو تعادل په پام کې لري. معمولا دا ډول پانګوالي په هغه هېوادونو کې رواج لري چه د قوي حکومتي سيستمونو تر څنګ د دوامداره امن څخه برخه من وي، لکه غربي هېوادونه پدې ډول پانګوالی کې پانګوال دخپلوګټو ښه غوښنه برخه دخپلو توليداتو پر کيفيت باندې خرڅوي، داځکه چه دا پانګوال د لږ ګټې په بدل کې د هغه د همېشه والي څخه ډاډه وي. معمولا دا پانګوال خپل بخت په رقابتي مارکټونو کې ازمويلو ته ږدي. پدې ډول پانګوالی کې ولس ځکه ډېر نه زيانمن کېږي چه ولس د لګول شويو پيسو په بدل کې با کفيته اجناس تر لاسه کولای شي. دا پانګوال د حالاتواو شرايطو په ټاکلو کې ډېر دقيق او بې تېروتنې وي او دافغانستان  په شان ځايونو کې په ډېره اسانی سره پانګونې ته زړه نه ښه کوي. دوهم- نا سالمه پانګوالي:په دې ډول پانګوالی کې د پانګې د مقدار، د توليداتو د کيفيت او ګټې تر منځ هېڅ ډول رابطه په پام کې نه نيول کېږي. پانګوال کوښښ کوي چه د وړې پانګونې د ټيټ کيفيته توليداتو په بدل کې ډېره ګټه تر لاسه کړي، دا ډول پانګوالي زموږ د هېواد په موجوده حالت کې په چټکتيا سره مخ په وړاندې ځي. دا ځکه:چه له يوې خوازموږ په ټولنه کې د پانګوالی تجربې د پوخوالي پولو ته نه دي رسېدلې. او له بلې خوا زموږ د هېواد کمزورې دولتي واکمني دمارکټ  د  توليداتو په کيفيت  باندې د کنټرول جوګه نه ده. د يوه هېواد لپاره نا سالمه پانګوالي د پانګوالی ډېر بدمرغه شکل دی چه د پانګوالو د تورو ګټو قربانيان ولسي خلک جوړوي. دا پانګوالي په غير مستقيم ډول د قاچاقو سره دومره توپير نه لري، پدې پانګوالی کې په لوړه کچه د يوه هېواد  داخلي اسعار د بې کيفيته توليداتو په بدل کې د پانګوال په غوښتنه له کوربه هېواد څخه بهر ته وزي. همدا علت دی چه په تېرو څو کلونو کې تردولتي  اختلاصونو وروسته د نړيوالو مرستو له غټو مبلغونو څخه زموږ په هېوادکې د توليدي پروژو د منځته راتلو لپاره اسعار نه دي پاته شوي. اوموږ دغټو نړيوالو مرستو سره بيا هم ددې جوګه شوي نه يو،  تر څو د خپلې رات! لوونکې لپاره ددولت په چوکاټ کې حتی د ټوکرانو يوه توليدي اقتصادي پروژه هم ولرو.      په افغانستان کې پنګونې په اړه ځنې لاندې پوښتنې را ولاړېدلای شي؟ د پانګه اچونې لپاره عملاء خوندي والی پکار دی، که يوازې د کرزي صاحب وعدې کافي دي او يا هم  د ذاخېلوال صاحب خوش باوري؟ پانګه اچوونکي هم بايد د ټولنې او ولس لپاره په کومه ماده پړه وبلل شي او که نه؟د سالمې پانګونې يو مهم  شرط د هغه خونديوالی دی:هر پانګه وال د خپلې پانګوالی لپاره خپل نورمونه او شرايط لري، چه امنيت او د پانګې خونديوالی دهغه ټولو په سر کې دی. متاسفانه چه دا اصل زموږ د ټولنې په موجوده شرايطو د يو څه شک سره مخامخ دی. نو په دا ډول شرايطو کې هغه پانګوال چه د خپلې سالمې پانګونې لپاره سوچه او ځانګړي اصول لري او د پانګوالی او ګټو تر منځ يو انډول خوښوي هېڅکله هم زموږ د هېواد په روانه امنيتي وضع کې پانګې اچولو ته زړه نه ښه کوي. خو ځنې نورپانګوال بيا په لاندې توګه  پانګې اچولو ته حاضرېږي. 1) ځنې پانګوال کله کله د سبا روځې په مارکټ کې د ځای نيولو لپاره خپله لږه سرمايه په خطرکې ږدي.2) هغه وخت چه پانګه وال د خپلې وړې سرمايې څخه د زياتې ګټې په ترلاسه کولو ډاډه وي، تر څو په لږ وخت کې دوی د خپلې اصلي  سرمايې معادل په لاس راوړلای شي. چه دا شرط اوس تر ډېرې اندازې پورې زموږ په ټولنه کې دپانګوالو د هيلو سره سمون خوري.ولې دا پانګوال څنګه کېدای شي چه د وړې پانګوالی په بدل کې د زياتو عايداتو په لاسته راوړلو سره بريالي شي.الف- چه د توليداتو لپاره يې بل بازاري  رقيب  کم يا نه وي.زموږ ټولنه ريښتيا هم په يوه داسې حالت کې ده چه هلته تر اوسه بازاري رقيبانو دومره وده نه ده کړې، نو ځکه پانګوال کېدای شي د خپلې پانګوالی په بدل زموږ د هېواد تاوده بازارونه  د تودو ګټو تر لاسه کولولپاره  يو مناسب فرصت وبولي.  ب- د توليداتولپاره ګرمه تقاضا.که څه هم زموږ په ټولنه کې د مارکټنګ  ټولو اړخونو د نورو هېوادونو په پرتله پوره وده نه ده موندلې او په نړيوالو مارکټونو کې ډېر داسې اموال موندل کېږي چه تراوسه ورته په افغانستان کې دومره اوچـــــــته تقاضا نه نشته خو بيا هم داچه د افغانستان خپل توليدي محصولات په هېڅ حساب دي نو ځکه هلته د مارکټنګ په برخه کې د تقاضا ډېر پراخه اميدونه تر سترګو کېږي. ج – د پيسو د لږ مصرف  په نتيجه کې د بې کيفيته توليداتو د عرضې امکانات.پانګوال کولای شي چه زموږ د هېواد په روانه کمزوري دولتي واکمنی کې دولتي چارواکو ته د يوڅه  بډو تر ورکولو وروسته په ډاډه زړه خپل بې کيفته توليدات بازار ته عرضه کړي.  دې هدف ته د رسېدو لپاره دافغانستان دموجوده دولتي واکمنی سراسيمه والی اوکمزورې بڼه پانګوالو ته دا فرصت په لاس ورکوي چه د خپلو کښته او بې کيفيت خدمتونو په بدل کې لوړې ګټې تر لاسه کړي.ترټولو مهمه داچه د افغانستان په اوسنيو شرايطو کې په مارکټ کې د اموالو د بيې او کيفيت تر منځ هېڅ ډول تناسب موجود نه دي.خبره له کيفيت څخه راغله: د بېلګې په توګه تاسو ولاړ شی دافغانستان مارکټ وګوری، هلته به تاسو مارکټ د ډېر لاندې کيفيت لرونکو اموال څخه ډک ومومی.  تاسو په مارکټ کې په پراخه پيمانه ډېر داسې (حتی درملونه او خوراکي.....) توکي موندلای شی چه حتی د استعمال وخت يې ډېر پخوا تېر شوي وي.هغه داسې چه برسېره پر دې چه افغانستان دټولې نړۍ د زړو موادو په وروستی هديره بدل شوی. نوځکه سوداګر د نړی د مخ څخه ټول مواد لکه دېرش کاله زاړه موټران، يخچالونه او نور زياتره هغه اموال  چه بايد په کوربه هېوادونو کې نابود شي او کوربه هېوادونه بايد د هغه په نابودی سره يو څه اندازه پيسې ه! م ولګوي، خو له بده مرغه د افغانستان د دولتي ادارې له کمزروريو څخه په استفادې نومړي اموال د نا چيزو مبلغونو په بدل کې د تجارانو له خوا افغانستان ته استول کېږي او هلته د خورا ښو تودو ګټود لاسته راوړلو په هيله بازار ته عرضه کېږي. ياهم که د کابل بازار ته ولاړ شو او د کابل په بازار کې د مثال په توګه د برېښنا سامان الات لکه درې ساکټې چه ظاهراء ښه لس متره ، پنډ او اوږد لين يا کېبل لري او په شمار شمېرلي د لسو پلګونو د ورکولو لپاره لس ساکټونه لري د کيفيت له مخې وګورو. وبه وينو چه يوازې د ټوکرانو د يوه وتو په استعمال سره يې د لين څخه دودونه پورته کېږي که لين يې پرې کړی نو د لين د هغه پنډ پوښ په منځ کې دوه نور نري ويرنه ليدلای شی، چه د هره يوه په منځ کې بيا په شمار شمېرلي څلور ميسي سيمي تارونه اچول شويدي. ددې معنا داده چه د برېښنا د لېږدولو لپاره يې مقاومت خورا کښته دی، ولې  بيه يې تر غرب! ي هېوادونو په کمه نه ده چه د 200 افغانيو او يا څلورو دالرو په شاوخوا کې خرڅېږي او د بازار ټول د کانونه ور څخه تر څوکو پورې ډک دي بده خو داده چه لکه د انحصار په ډول په بازار کې ددې په بدل کې بل ډول درې ساکټه هم هېڅ نه موندل کېږي.دا يومثال ووچه مايې يادونه وکړه. هر څه په همدې سطحه در واخلی.نو ريښتيا هم چه دغه سوداګر زموږ هېواد ته ددا ډول برېښنايي ساکټو په راوارېدولو سره د يوه دالر په مقابل کې تر لس چنده ډېره ګټه کړېده. خوبالمقابل دغه برېښنايي ساکټو زموږ د ولس په هېڅ درد نه دي خوړلي او پرته له استعمال څخه د کثافاتو په توکيو کې بېرون ته اچول شوي دي.  دا په دې معنې چه په حققت کې زموږ هېواد والو هغه درې څلور دالره چه ددې ساکټې په رانيولويې ورکړل،  کثافاتو ته واچول.  بله داچه محترم داکترذاخېل وال صاحب پخپلو خبرو کې وويل چه پانګوالو ډېره سرمايه په تعميراتي برخو کې اچولې ده. زه دا منم چه زياترو بهرنيو پانګوالو به په تعميراتي برخو کې پانګونه کړې وي خو دغه پانګه اچونکي  هم د يوه دالر په بدل کې د ډېرو دالرو په تر لاسه کولو پسې را ختاوتلي دي له همدې کبله ده چه ټول هغه تعميرونه چه ددې پانګوالو په واسطه د ګټو د تر لاسه کولو په منظورتر اوسه پورې  اباد شويدي  ډېرکښته کيفيت لري. هلته هېڅ دولتي سيستم وجود نه لري د مثال په توګه تاسو به اورېدلي وي چه يو څه وخت مخکې د جمهوريت روغتون يوه برخه چه د يوه چينايي شرکت په واسطه ودانه ! شوې وه په ناروغانو ور ولوېده. او يا هم په خوشحال مينه کې د حضرت صاحب د کور په شاخوا کې څو پوړيزه لوی  تعمير چه زياتره برخه يې په تورو ښېښو ښکلې شوېده د يوه ايراني شرکت په واسطه د خر څلاو لپاره جوړ شوی اوتيار وو. چه پرته له کوم ښکاره علته يې يوه زياته برخه بېرته را ونړېده.او يا په کوته سنګي کې سيلو ته مخامخ څو بلاکونه د کوم بهرني شرکت له خوا په خلکو باندې د خرڅلاو لپاره په ډېر کمزوری کيفيت سره  جوړ شول، چه کېدای شي په يوه وړه زلزله کې موږ بياهغه ناورين ته سترګې په لاره واوسو کوم چه ښځې او ماشومان به ددغه بلاکونو تر سيمټي خښتو لاندې خپل ژوند دلاسه ورکوي!دا ټول ولې؟ددې يو اصلي عامل د پانګوالو د  وارداتي توکوپه کيفيت  باندې د دولتي کنټرول نشتوال او يا مخامخ درغلي ده (( او زه باور لرم چه کرزي صاحب د هغه د يوه ډالر په بدل کې د درې يا څلور دالرو په تر لاسه کولو کې له شکسته نفسی څخه کار اخيستی او که نه دا پانګوال  د يوه دالر په بدل کې تر لسو دالرو هم ډېره ګټه تر لاسه کوي. خو کرزي صاحب دا له ياده ايستلي ده چه پدغه ډول تورو ګټو کې د چا د جيب پيسې او شتمني د چا جيب ته ورځي؟؟ نو ايا دا به ښه وي چه د پانګوال د يوه دالر په بدل کې زموږ  دخلکو  يو يا دوه دالره د بل هېواد د پانګوال جيب ته ولاړې شي او که لس دالره؟؟  ايا دا خبره چه کرزي صاحب د غورې په توګه د پانګوالو په وړاندې کړې ده،  دده د ادارې لپاره د شرم وړ نه ده. ايا دی پدې خبرې سره د خپل ولس د شتمنيو په اړه هم دکوم مسئوليت احساس کوي.)) بل عامل د تعميرونو د سټنډرډ  ابادولو لپاره  په راتلونکي وخت  د تضمين نشتوالی دی، ځکه ټولې بهرنی او داخلي تعميراتي موسېسې فقط تر هغه وخته د خپلو ګټو په مقابل کې مسئوليت احساسوي، ترڅو چه دا تعمير د پيسو په بدل کې هسې د يوه بېچاره افغان په غاړه کې ور واچوي نور نو په دوی نه ده چه هرڅه ور باندې کېږي- نو کېږي به. زه باور لرم چه زموږ مظلوم هېوادوال به ددغه بې کيفيته تعميرونو د رانيولو لپاره  نه يوازې نن په څو چنده خپلې پيسې د خارجي پانګوالو و جيبونو ته ور اچوي بلکه سبا يا بل سبا به ددغه کښته کيفيت لرونکو تعميرونو په بيا ابادولو سره نورې پيسې هم لګوي تر څو ترورانېدو وروسته يو ځل بيا ورته د اوسېدو جوګه شي. زه پدې اړه د د اکټر ذاخېلوال څخه پوښتنه کوم چه د افغانستان په قانون کې يوازې د پانګوالو د حقوقو تثبيت شوی  او که د ولس حقوق هم د پانګوالو په وړاندې تثبيت دي؟؟؟ که تثبيت وي نو تاسو وواياست چه تر کومې اندازې تاسو په دې هکله د ولس له حقوقو څخه دفاع کړېده او تر کومه ځايه پورې مو خپل ولس د پانکوالو په مقابل کې د خپلو حقوقو څخه  باخبره ساتلید ذاخل وال صاحب په وينا ازاد بار د افغانستان په قانون کې درج دی او اوس د هغه په ګټو او تاوانونو خبرې کول لږ بې وخته دي. خو د ازاد بازار د اصولو له مخې ښکاره ده چه زموږ داخلي پانګوال په هېڅ وجه دخارجي پانګوالو سره سيالي نشي کولای نو که زموږ دولتي واکمني زموږ داخلي پانګوال دخارجي پانګوالوپه بدل کې حمايه نه کړي زموږ داخلي پانګوال به روځ په روځ د ماتو او بايلولو سره مخامخ وي او تر اخره به موږ د داخلي پانګوالو په مټو کومه توليدي پروژه ونلرو. چه په پای کې به زموږ ټول اسعار زموږ له منګولو بهر ته تلوونکي وي. د بيلګې په توګه داريانا افغان هوايي شرکت چه له ډېرې مودې راپدې خوا يې په افغانستان کې فعاليت در لود او دهغه د ګټې يوپنځوس سلنه (51٪)  دولتي عوايدو ته تله. د اريانا افغان هوايي شرکت پدې وروستيو وختونو کې دځنو دولتي واکمنو ددرغليو په نتيجه کې دماتې او سقوط سره مخامخ شو. ددغه درغليو هدف داوو چه ددې شرکت تر سقوط وروسته به د اشرکت د افغانستان دولت له خوا د واکمنو کړيو په  ځينو دالري بارشويو غړو باندې وپلورل شي. ځکه د طالبانو تر واکمنی وروسته د اريانا افغان هوايي شرکت الوتنې ډوبی ته داسې عيارې شوې دي ترڅو دا الوتکې ددې پرځای چه هره ورځ سهار دوبی ته راشي او ماښام بېرته کابل ته ولاړې شي، هرماښام دوبی ته راځي . په دوبی کی شپه کوي او سهار بېرته کابل ته ځي. دا ولې؟؟ داټول د دلپاره وو  چه د الوتکې املې او لوړپوړو چارواکو به قاچاقي توکی له افغانستان څخه دوبی ته راوړل د شپې له خوا به يې هغه هلته خپلو ځايونو ته رسول او په همدغه شپه کې به يې نور قاچاقي توکي د سبا لپاره تيار کړل چه کابل ته يې يوسي. طبعي وه چه د الوتکې  د املې د شپې د هوټل او  سفريې درانه مصارف به د دولت له بودجې او يا د شرکت له بودجې ور کول کيدل، تر څو دا شرکت په تاوان کې راولي چه دولت د هغه خرڅولو ته مجبور شي. چه بالاخره ددغه ټګودولتي واکمنوډله تر ډېرې اندازې پخپلو هدفونو کې بريالی هم شوه. دوی وکولای شوای چه د اريا افغان هوايي شرکت د خپلو الوتکو په سمبا! لولو کې پاتې راولي.  او دا ددې سبب شو چه د اريانا افغان هوايي شرکت الوتکې زياترو اروپايي هېوادونو ته له ورتلو څخه بندې شوې او يا هم ددوبي ميدان ته د هغه الوتنې شاته واچول شوې.  اوس که دا شرکت د افغانستان تر دولتي حمايه لاندې رانشي نو هغه به څنګه وکولای شي چه د عماراتواو نوروشتمنو شرکتونو سره په ازاد بازار کې مقابله وکړي. دا داسې معنا لري لکه کوم څوک چه لاس تړلی، د هغه کوم وسله وال رقيب ته په لاس ورکړې او بيا ورته وايې چه د ځان خيال د کوه چه مړ دې نه کړي. ",اوسنئ افغانستان او پانګه اچونه 2847,," د افغان پناه غښتونکو هغه ډله چې له يوې اونۍ څخه يې راپه ديخوا د ايرلند د دوبلين ښارد سن پاتريک په کليساکې د ډوډى د نه خوړولو په اعتصاب لاس پرې کړى وو، د ايرلند پوليسو له کليسا وايستل .ددغه افغان پناه غوښتونکو شميره ٤١ تنو رسيږى، چې په ايرلند کې يې د پنا غوښتنې اواستوګن کيدو غوښتنې درلودې . پوليسو ويلى ٧ تنه ماشومان روغتيايى ډلو ته سپارل شوي او پاتې کسان به محکمې ته حاضر شي . دوى ادعا کوى که چيرې بيرته افغانستان ته ستانه شي ، ژوند يې له خطر سره مخامخ کيږي .په يو وروستې رپوټ کې راغلى چې ٣٣ تنه افغانان د ضمانت له مخې د قاضى د پريکړې په بنسټ اوس مهال خوشي شوي او ورته ويل شوي د دوبلين په يو ليليه کې ژوند وکړي . دوى ته د خرڅ او خوړو يو څه لگښت د اوس له پاره منل شوى او په راتلونکې کې به بيا محکمې ته ور وغوښتل شي . ",په ايرلندکې دافغان پناه غوښتونکو داعتصاب پاى 2848,," د هرات والى سيد حسين انورى د امريکايانو له لوري د يو افغان ولسى وګړى وژل وغندل او د امريکايانو دا عمل يې جنايت وباله او زياته يې کړه ،دوى د ويرې له مخې په داډول عمل لاس پوې کړى دى . نوموړى افغان چې د هرات د ښاروالى کارکوونکى وو، د پنجشنبې شپه د امريکايانو له خوا په هغه ځاى کې په ډز و وژل شو ، چې پرې ځانمرګى بريد شوى وو . انورى وويل په افغانستان کې د امريکا سفارت د بهرنيو چار وله وزير ډاکتر سپنتا سره په اړيکو کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره دا يوه ناڅاپى پېښه بللې او په اړوند يې خواښينى ښودلې او د افغان ولس څخه يې بخښنه غوښتې ده . ",د هرات والى د يوتن ولسى وګړى وژل وغندل . 2849,," د سپرليو د موټرو د يو ټکر له امله چې د سوريې پولې ته نږدې د ترکيې په جنوب د (عثمانيه د انتپت غازې) په سړک رامينځ شوې ، څه باندې ٣٠ تنه وژل شوي او ١٠ تنه نور ټپيان شوي دي . ويل کيږى وژل شوى کسان ډيره افغانان دي ، چې غوښتل يې د ترکيې له لارې نورو هېوادو ته ځانونه ورسوي . ",د ترکيې جنوب کې څه کم ٣٠ تنه افغانان وژل شوي 2850,," د لوګر ولايت د محمد اغه ولسوالۍ کې نن له غرمې مخکې ددوو موټرو د ټکر له امله ٥ تنه مړه او ١٣ تنه نور ټپيان شو دي . همداشان زابل ولايت کې د قندهار او کابل د لويې لار په اوږدو کې د يوې ترافيکې پېښې له امله ٢ تنه مړه او يو شمير نور ټپيان شوي دي . په دغه پېښه کې يو ٣٠٣ بس موټر او يو کرولا موټر سره لګيدلى او کرولا موټر اور اخيستى دى . ",لوګر اوزابل کې ترافيکو پېښـود٧ تنو ژوندواخيست 2851,," افغان دولتى ځواکونو او مخالف جنګياليود غزنى د واغز په سيمه کې يو له بل سره درنده جګړه کړې چې دواړ و لورو ته په کې مرګ ا ژوبله اوښتې . د غزنى ولايت د پوليسو مشر عبدالرحمن سرجنګ ادعا کړې چې ځواکونو يې له ٢٠ څخه تر ٢٥ طالب جنګيالى وژلى او ٢ تنه يې ژوندى نيولى دى . دى وايى يو شمير وسله يې هم لاس ته راوړې ده .دغه جګړې ١٢ ساعته دوام کړى او ائيتلافى ځواکونو په مخالفو جنګياليو هوايى بريدنه تر سره کړي دي . ",په غزنى کې درنده مرګ او ژوبله 2852,," د بلخ ولايت د مزارشريف د باختر لېسې ٢١٠ تنه ښوونکى نن درسى ټولګيو ته حاضر نشول او اعتصاب يې وکړ . د ښوونکو په وينا، دوى ته د څو مياشتو تنخواګاى نه دي ورکړل شوې اوپر دولت يې نيوکې کولې چې د نمرو د ويش او دمعاشونو د جګوالى په ژمنو کې پاتې راغلى دى . دوى ګواښ وکړ تر څو چې يې غوښتنې پوره نشى ،خپل اعتصاب ته به دام ورکړي . ",د مزار دباختر ليسې ښوونکو اعتصاب وکړ . 2853,," د نړۍ يو شمير دولتى مشرانو او د ملګر ملتونو سرمنشى کوفى عنان د عراق له نوې کابينې او دايمى دولت له جوړيدو څخه تود هرکلى کړى دى . عنان هيله څرګنده کړه چې نوى دولت د عراق بنسټيزو ستونزو ته پاملرنه وکړي . د امريکا، بريتانيا ولسمشرانو، د عربى ټولنې مشر عمرو موسى ، داردن پاچا دويم عبدالله ، دايتاليا لومړى وزير او د اکانادا د بهرنيو چارو وزير د عراق د دايمى دولت تود هرکلى کړى دى .لومړى وزير نورى ملکى دشنبې په ورځ نوې کابينه د تائيد له پاره د عراق پارلمان ته وړاندې کړه . د دفاع ، امنيت او کورنيو چارو وزيران لاهم نه دى ټاکل شوي .نوى دولت د شيعيه ، سنى او کردى ګوندونو څخه جوړ شوي دي. ",د عراق له دايمى دولت څخه د نړۍ دمشرانوهرکلى 2854,سهار ګل," په کابل ښار کې يوې ځان وژونکې چاودنې د بريد کوونکي په ګډون درې تنه ووژل. د رپوټونو له مخې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې په يوولسو بجو او لسو دقيقو د څرخي پله د سړک په اوږدو کې، په هودخيلو سيمه کې پيښه شوه چې موخه يې د بهرنيو ځواکونو يو پوځي کتار وو. د پيښې قربانيان ملکي وګړي دي او بهرنيو ځواکونو ته کوم زيان نه دی رسيدلی. ويل کيږي چې بريد کوونکی په يو کرولا ډوله ټکسي موټر کې سپور وو او له چاودنې وروسته مالومه شوې چې دې ټکسي موټر د کابل ولايت لمبر پليټ لاره. ",په کابل کې ځانمرګي بريد درې تنه ووژل. 2855,," په هغه ځانمرګى بريد کې چې له غرمې مخکې د ١١ نيمو بجو په شاوخوا د کابل ښار ختيځ د څرخى پله د افسوټر او ټيوټا دفترونو ته نږدې کې د کابل - جلال اباد په لويه لار رامينځ ته شوى د ځانمرګى په گډون٣تنه ولسى وګړى وژل شوي او ٦ تنه نور ټپيان شوي دي . چاودنه په يوکرولا موټر کې تر سره شوې ده . بريد په داسې سيمه کې رامينځ ته شوى ، چې شاو خوا د ايساف گڼ شمير مرکزونه او دفترونه موقعيت لري او له دې لارې د بهرنيو ځواکونو ډير شمير فوځى موټر تګ او راتګ کوي . عينى شاهدانو د دغه بريد موخه د امريکايى ځواکونو يو کاراوان بللى ، چې د بريد څخه يوه شيبه مخکې له لارې تير شوي دي .د کورنيو چارو زرات وياند ستانکزى له بينوا سره دځانمرګى بريد پخلۍ کړى دى او وايى په دې اړوند پلټنې پيل شوي دي . ",ځانمرګى بريدکابل ښارکې ٣مړه او ٦ نور ټپيان کړي 2856,," د پکتيا دزرمت ولسوالۍ کې نن د لارې په اږدو کې د يو نوي خښ شي ماين د چاودنې له امله د ملى ادرو ٢ تنه عسکر ټپيان شوي دي . په چاودنه کې فوځى موټر هم ويجاړ شوي دي . د زرمت امنيتى چارواکو د پېښې پخلۍ کوي او تراوسه پورې يې د چاودنې په تور څوک نه دي نيولى . ",پکتيا کې ٢ عسکر تپيان شوي دي 2857,," دولتى پوليسوپرون د هلمند دګرشک ولسوالۍ کې د ٢ تنو وژل شوو افغانانو مړى، چې د ميدانو وردګو اصلى اوسيدونکى بلل شوي دي ، پيدا کړي دي .وژل شوو کسانو د سړک جوړونې له يوې موسسې سره د چلونکو دنده درلوده . نوموړى کسان وړاندې له دې په سيمه کې لادرکه شوي وو . ",ګرشک کې د ٢ وژل شوو مړى پيدا شوي دي . 2858,," ح. سلام- میدان شار: دهغه تړون له مخي چي دغوئي په ۱۳ نيټه دښار جوړولو په وزارت كي دښار جوړولو دوزير ښاغلي انجينر محمد يوسف پښتون دميدان وردګو دوالي ښاغلي عبدالجبار نعيمي اودخواجه حيات الله صديقي دساختماني شركت ترمنځ لاسليك شوي وو نن يكشنبه د ۸۵ لمريز كال دغوئي په ۳۱ نيټه په ميدان وردګو كي ددغو بلاكونو دلومړي بلاك دبنسټ ډبره دښارجوړولو وزير ښاغلي انجينر محمد يوسف پښتون او دميدان وردګو دوالي ښاغلي نعيمي لخوا كيښودل شوه دبنسټ ايښودلو څخه وروسته دښارجوړلو محترم وزير انجينر محمد يوسف  پښتون په خپلو لنډو خبروكي وويل مونږ په لومړي مرحله كي په لسوولايتونو كي دولتي مامورينو ته داستوګني بلاكونه جوړوو ښاغلي وزير زياته كړه چي موږ غوښتل ددي پروګرام پيل دهيواد په لروپرتو ولاياتو كي وكړو خو داچي دميدان وردګو والي او دهغه ټيم فعال او دبياجوړولو پروسه ئي چټكه كړي او ددي پروژي دپيل كولو دپاره ئي ټول شرائط چمتو كړي وو ځكه موداپيل له ميدان وردګو ولايت څخه وكړ ښاغلي وزيرزياته كړه چي ددي بلاكوپه جوړولو سره به ددي ولايت دمامورينو ستونزي تريوحده لري شي اووبه كړاي شي په خپل وخت وظايفو ته حاضر شي ښاغلي وزير دغه راز هيله څرګنده كړه چي نور بلاكونه هم په نظر كي لري ترڅو ديوزيات شمير دولتي مامورينو داستوګني ستونزه حل شي .دميدان وردګو والي په خپل وار ددي بلاكونو په جوړولو خوښي څرګنده كړه او دائي دښاري پراختيا په برخه كي يومثبت ګام وباله هغوي وويل چي پدي سره به مامورين وكړاي شي چي خپلو دندوته په خپل وخت حاضر شي دغه څلور پوړيز اپارتمان د۳۷۰ مترمربع په ساحه كي جوړيږي چي  هر پوړ به څلور اپارتمان ولري اومجموعا به شپاړس ۱۶ كورني ورنه داوسيدلو استفاده كوي دجوړولو چاري ئي دذ كريا صديقي دساختماني شركت په غاړه دي دښاري پراختيا وزارت په ملاتړ دپراختيائي بودجي څخه د۳۲۶۵۰۰ امريكائي ډالرو په لګښت به ئي كارپه  ۷ مياشتو كي بشپړشي. دپرانستلو په مراسمو كي دښاري پراختيا وزير ښاغلي انجينر يوسف پښتون او دميدان وردګو والي ښاغلي نعيمي برسيره ددغه وزارت هيئت دولايت ددوائرو رئيسانو سيمه ايزو خلكو ګډون درلود له پرانستلو څخه وروسته محترم وزير اوورسره هيئت دښاغلي نعيمي په ملتيا په ميدان وردګو كي دبيارغوني له ځينو برخو څخه ليدنه وكړه . ",وردگ:دولتي مامورينو ته داستوګني د بلاكونوكارپيل شو 2859,," د مونته نګرو ولس نن د ټول پوښتنو په رايې ورکولو کې گډون کوي چې د هېواد د خپلواکۍ سرنوشت يې ټاکى .د دې له پاره چې مونته نګرو له صربستان څخه جلا شي ، اړينه ده چې په سلو کې ٥٠فيصده خلک په رايې ورکولو کې گډون وکړي او په سلو کې ٥٥ فيصده د خپلواکۍ په پلوى رايه و کاروي ..د خپلواکۍ پلويان چې مشرى يې د مونته نګرو لومړۍ وزير ميلو دوکانويچ کوي وايى ، خپلواکى به د مونته نګرو اقتصاد ځواکمن کړى او د دې لامل به وګرزى چې دغه هېواد ډير زر د اروپايى ټولنې سره يو ځاى شي .دغه رايى ورکول کيداى شي د پخوانۍ يوګوسلاويا د جلا والى وروستى پړاو وي . د مونته نګرو نفوس له ٧٠٠ زر وکم دى اود وروستې ځل له پاره يې ٩٠ کاله وړاندې د لومړۍ نړيوالې جګړې په پايله کې خپلواکى درلوده .ددغه ټول پوښتنو له زرو مرکزونو څخه ٤٠٠ نړيوال څارونکى څارونه کوي او د شپې تر ٩ بجو پورې به دوام وکړى او پايلې به يې د ددوشنبې تر ورځې په ډاګه نه شي . ",په مونته نگرو کې د خپلواکۍ ټول پوښتنې 2860,," د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکتر سپنتا نن يوې خبرې ناستې ته وويل لامل نه وينى چې پاکستان د افغانستان او هند د نږدوالي له پلوه نارامه وي ، دهېواد نږدوالى له هندوستان سره ډير اهميت لري اود ډول-ډول لاملونو له مخې د افغانستان له پاره ستراتيږيکى اهميت لري ،افغانستان او هند دواړه د ترهګرى ښکار ګرزيدلى .سپنتا پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلى د ډيورند کرښې ته ګوته ونيوله او زياته يې کړه، د طالبانو او القاعده سياسي او فوځى مشرتابه د ډيورند کرښې څخه اخوا د افغانستان د ورانکارى له پاره پرګرام جوړوى او د ورانکاره عملونو د ترسره کولو له پاره د ډيورند دې خواته خلک استوى . ده وويل د ډيورند دې خوا سل مترى کې ښوونځى سوځى او هغه خوا ته زده کوونکى ښوونځيو ته ځى .ده يادونه وکړه چې په نږدې راتلونکې کې به پاکستان ته سفر وکړى . ده له ټولو ګاونډيو هېواد سره د ښو اړيکو په لرلو ټينګار وکړ . ",د افغانستان د بهرنيو چارو دوزير څرګندونې 2861,," دولسى جرګې غړو په نننۍ ناسته کې د روان کال د مالىبودجې وړاندې شوې لايحه وروسته له هغې چې د ماليې وزير ډاکتر انورالحق احدى يې په اړوندخبرې وکړي د رايو په اکثريت سره ونه منله .٤٥ ورځې وړاندې د کال ١٣٨٥ بودجه د ماليې وزارت له لوري ولسى جرګې ته دمنلو په موخه وړاندې شوې وه . د ولسى جرګې استازى په وړاندې شوې بودجه کې يو شمير اصلاحات او بدلونونه غواړى او ټينګار کوي چې د دولت د کارکوونکو او معلولينو او معيو بينوتنخواګانې او امتيازات د زيات شي . د ماليې وزارت وايى چې مرستندويه هېواودونه پرته له اداري اصلاحاتوله دا ډول وړانديز سره سلا نه کوي .د روان کال دولتى بودجه ٢ ميليارد او ١٠٠ ميليون ډالر اټکل شوې ده .د روان کال په مالى بودجه څه باندې يوه مياشت په ولسي جرګه کې اوږد بحث وشو . ",ولسى جرګې د دولت بودجه ونه منله 2862,," د غور په لايت کې وروستيو سيلابونو ددغه ولايت ٩ تنه ولسى وګړى وژلى او د استوګنې ١٧٧ کورونوته زيان رسيدلى دى . ډير شمير څاروى له مينځه تللى ، د کر وړ ځمکې ويجاړې شوې او د شهرک په ولسوالۍ کې څه باندې د استوګنې ٨٠ کورونو ته زيان رسيدلى دى .د غور لايت مرستيال اکرام الدين له بينوا سره د دولت او نړيوالو ټولنود مرستو غوښتنه وکړه تر څو ددغه بې وزلو کورنيو لاس نيوى وشي .زيات مرګ او وراني په چغچران کې رامينځ ته شوي دي. ",په غورکې د سيلا بونو له امله مرګ او زيان 2863,,"   دافغانستان دبهرنيو چارو وزير دادفر رنګين سپنتا نن خبري غونډې ته وويل چې دی هڅه كوي دبهرنيو چارو په وزارت كې ستر بدلونونه راولي نوموړي وويل اداري اصلاحات به دتخصص پر بنسټ وي نه دقومي او نژادي بنسټ پر بنياد. سپنتا دا هم وويل چې داسې سفاراتونه په بهر كې لري چې هيڅكله يې وزارت ته ډيپلوماتيك راپور ندی كاږلی نوموړي دا هم وويل چې سفيران به له څلورو كلو تر زياتې مودې نه پرېږدي. ",رنګين سپنتا: ډيری سفيران به بدل شي. 2864,,"   دافغانستان دبهرنيو چارو وزير دادفر رنګين اسپنتا نن خبري غونډې ته وويل چې ولسمشر كرزی سبا ته عربي متحدو اماراتو ته سفر لري هورې به دا اماراتو له چارواكو سره وويني او له افغانستان سره ددغه هيواد دلا زياتو مرستو موضوع به ورته ياده كړي دغه راز په اماراتو كې دافغان كاركونكو پر ستونزو هم له اماراتي چارواكو سره وغږيږي.   ",ولسمشر كرزی سبا ته عربي متحد اماراتو ته ځي. 2865,," دولتى چاراکومنلې چې د پکتيکا پخوانۍ والى محمد على جلالى او ددغه ولايت د پوليسو پخوانى مشر دولت خان غروال پرون د غزنى ولايت کې ناپيږانده کسانو تښتولى دي . د غزنى ولايت د پوليسو مشر سرجنګ نن سهار بينوا سره د دغو دوو کسانو د تښتولو پخلۍ کوي او وايى د پېښې په اړوند په سيمه کې پلټنې پيل شوي دي . نوموړى کسان هغه مهال تښتول شوي ، چې د غزنى ولايت د اندړو ولسوالۍ کې يوې فاتحې ته ورغلى وو .له دوى سره د کور يو خاوند هم وړل شوى دى . طالب وياند ډاکتر حنيف منلې چې نوموړى د دوى طالبانو تښتولى او له دوى سره بندى دى . طالب وياند خپلې غوښتنې په ډاګه نه کړې او وايى د ده ساتونکى يې خوشى کړى دى .په وروستې يو رپوټ کې د غزنى د پوليسو مشر سرچنګ خبرى رسنيو ته ويلى چې د پکتيکا پخوانۍ والى محمد على جلالى وژل شوي دي او نور کسان خوشي شوي دي. له ده سره څلور تنه نور تښتول شوي وو. طالب وياند د جلالى د وژلو پړه له خبرى رسنيو سره منلې ده .د نوموړى مړۍ د ګيرو او اندړو ولسوالۍ تر مينځ سيمه کې پيدا شوى دى او جنازه يې د پکتيکا په لور ليږدول کيږي . ",دپکتيکا پخوانۍ والى اودپوليسومشر تښتول شوي 2866,," افغان ولسمشر حامد کرزي نن د يوې اعلاميې په ترځ کې کابل ښار ختيځ کې د ځانمرګى بريد غندنه کړې او دوژل شوو کسانو له کورنيو او خپلوانو سره يې غمرازى ښودلې . دغه ځانمرګۍ بريد نن له غرمې مخکې د کابل ښار ختيځ ته د هودخيلو سيمه کې افسوټر ته نږدې سړک په سر رامينځ ته شو چې د ځانمرګى په ګډون ٣ تنه په کې ووژل شول او يو شمير نور ټپيان شول ، په دغه بريد کې دوه موټر يو دکان په بشپړه توګه له مينځه تللى دي . کرزي ويلى چې د افغانستان دښمنان دومره کمزورى شوي چې ان هدف ترې ورک او په ولسى وګړو بريد کوي . ددغه بريد قربانانيان ټول ولسى وګړى وو . ",کرزي د کابل کې د ځانمرګى بريد غندنه وکړه 2867,ډاکټر نثار احمد «صمد»,"  کاناډا په افغانستان کې هیڅ ستراتیژیکي، تجارتي، کلتوري یا احساسي ګټې نلری  لیکوال : اریګ مارګولیس ـــ ټورنټو سن ورځپاڼه ژباړن : ډاکټر نثار احمد «صمد» پاریس : د جنوبی افریقا په باد ځپلو ورشو ګانو کې د هغو ( ۲۶۶) کاناډایی عسکرو هیر سوی قبرونه تیت او پرک پراته دی چې په ۱۸۹۹ – ۱۹۰۲ کې هلته د برتانوي استعمار د تحمیلولو په خاطر د «بویر» کروندګرو د خورا کلک مقاومت سره په جګړه کې وژل سودی. پوره یوه پیړۍ وروسته دا دې بیا کاناډایی پوځيان په یو بل لیری جنګ کې د یو کومکی پوځ په توګه ـ دا ځل افغانستان ته د جنګ لپاره ولیږل سول . که زاړه وختونه را په یاد کړو، نو سترو واکمنانو چې به کله د جګړې تکل کاوه، نو هغوي به خپل اتباع او مرستندویان د محتمل الوقوع پېښو په خاطر احضارول . دافغانستان او بیا د عراق په ارتباط هم چې کله امریکا پر هغوي د یرغل فیصله وکړه، نو د خپلو ملګرو څخه یې وغوښته چې په اصطلاح « د تروریزم پر ضد جګړه» کې ورسره ودریږی. د امریکا ملګرو او ناټو د واشنګټن ددې خورا سخت فشار له امله چې په عراق یا افغانستان کې دې د هغه په ناخوښه پوځي ماموریتونو کې ضرور برخه وا خلې، نو هغوی وپتيله چې کښته درجه شریر یعنې افغانستان قبول کړی او هلته ورسی. همدا علت دی چې ( ۲۱۰۰) کاناډایی پوځيان یو داسې هیواد ته ولیږل سول چې کاناډا هلته هیح ستراتیژیکی، تجارتي، کلتوری او یا هم احساساتی ګټې نلری. اوس اوس چې هلته د کاناډا پوځی تلفات د ډیرښت په حال کې دی، نو دلته بیرول سوی عوام په حقه سره دا پوښتې چې « موږ هلته څه کوو؟ موږ خو ګومان کاوه چې دا دسوله ساتنې یو بل ماموریت دی.» د اوټاو او کاناډایی خپرونو څخه باید مننه وکړو چې خپل ولس ته غلط معلومات ورکوی. په پارلمان کې پدې اړه کومه مهمه مناقشه هم ونسوه. خپرونې د دې پر ځاي چې کاناډايانو ته دا خبردارئ ورکړی چې هغوي یو کوچني مګر واقعي جنګ ته ځي، بس دې ته اړم دی چې دکاناډا رپانده جنډه زیاته وښئ. باید وویل سی چې کاناډایان په کندهار کې سوله ساتونکی نه دي ځکه هلته سوله نسته چې ویې ساتی. دوی هلته د دې لپاره دی چې پر افغانستان باندې د امریکا واکمنی تحمیل کړی او د تیلو د پلان کړه سوو پایپ لاینونو اړونده لارې وساتی.  کاناډایی عسکر د جګړې په خاطر یو ماموریت دی او هغوی د امریکې په مشرۍ د افغانستان د پوځي نیونې د کومکیانو رول لوبوی . هلته د هیواد د جنوبي حیاتي سیمې لوی ترین قوم یعنې مشهور جګړه وال او د پردیو سره حساس پښتانه ، امریکایی پوځونه او د هغوي ملګرو ته د بهرنیو اشغالګرو او اسلام دښمنو په توګه ګوری. پښتانه ورو عمل کوی خو ډیر تند لاس وراچوي او هغوي تیری یا ګناه هیځکله هم نه هیروی. اوټاوا د ځینو دلایلو له مخې، پدې راضی سوه چې خپله یوه کوچنۍ فرقه د افغانستان په خطر ناکه ترین ځای یعنې کندهار کې ځای پر ځای کړی چې د پښتنو مرکزي سیمه او د طالبانو زړه دی. باید وویل سی چې افغانان د امریکایانو او کاناډایانو ترمنځ هیڅ توپیر نه کوی. افغاني قومونه د خپلو بهرنیو اشغالګرو پر ضد وسلې اخلی او ما دا کار په ۱۹۸۰ لسیزه کې ولید چې د شوروي یرغلګر پوځ په وړاندې زیاتیدونکی نفرت یو ولسي پاڅون راوپاراوه. نن د زیاتو افغانانو په نظر امریکایانو د هماغه شورویانو ځای نیولې دی . ټول پخواني یرغلګر د لوی سکندر راهیسې د زیږو افغاني قومونو په واسطه شړل سویدی. کاناډایان خورا ښه هدف دی . ځکه هغوي د هغو دوره وهونکو امریکایی جنګی الوتکو سره اغیزمنه رابطه نلری چې تر حملې دوې ـ درې دقیقې وروسته حمله کونکی په بمونو یا راکټونو سره هدف ګرځوي. ددغسې امریکایی ګوزاریز هوایی غبرګون په وجه دی چې ښورښیان دې ته اړوتلې چې پر سړکونو ماینونه کښیږدی او یا هم موټری بمبی حملو ته مخه کړی لکه په عراق کې چې روان دی . که موږ وګورو نو ملی مقاومت د ډیرښت په حال کې دی . د امریکا لخوا په کابل کې د کرزی نصب سوي رژیم به د بهرنیو برچو نه پرته آن یوه ورځ لا هم دوام ونکړی. مخکني د طالبانو رژیم د هیروئینو تجارت له ريښې شنډ کړ. خو نن افغانستان د مخدره موادو یو دولت ګرځیدلې دی . دا هیواد نن د نړۍ ۹۰٪ هیروئین تهیه کوی او اقتصاد ـ- یې د مخدره موادو په روپیو چلیږی او دا هغه « دیموکراتیک » رژیم دی چې کاناډایی پوځیان یې د سرونو په سودا ساتې. پارلمان ، خپرونې او ټوله کاناډایان باید استدلال وکړی چې د دوي سرتیری پدې جنګ کې چې هيڅ کوم پیش بینی سوی سیاسي حل هم نه ترې لیدل کیږی، څه کوی. هغه خوشاله کونکی پرو پاګند باید پریږدو چې ساده خپرونو ته ورکول کیږی. افغانستان يوه خطرناکه ګډوډی ده چې کاناډایان باالکل د هغه په منځ کې قرار لری . کله چې هیواد ته له کندهاره د زیاتو جسدونو راوړل دوام وکړی، لکه چې همداسې هم معلومیږی، نو بیا به هماغه مهال کاناډایی سیاست وال د حقیقت ویلو ته مجبور سی یعنې دا چې د دوی عسکر د څه لپاره په افغانستان کې مړه کیږی  دافغان رسالې د ۸۳ ګڼې څخه ", کاناډایان وایی : د افغانستان جنګ زموږ نه دی 2868,," د افغانستان ددفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمى نن هلمند کې د شنبې د ورځې د جګړو د مرګ او ژوبلې په اړوند نوې څرګندنې درلودې او زياته يې کړه چې د دغو جګړو په ترځ کې ١٣ دولتى عسکر مړه او ١٠ نور ټپيان شوي دي .ده ادعا وکړه چې ٩ مخالف جنګيالى وژل شوي او ١٢ تنه نور ټپيان شوي دي . ده وويل ځواکونو يې په سيمه کې ٧ تنه شکمن طالبان هم نيولى . عينى شاهدان وايى سيمه کې لا تر اوسه د دولت مخالفان تر سترګو کيږي او دشپې له لوري تر ډيره بريده طالب جنګيالى په سيمه کې واکمن دي . د طالب جنګياليو يو وياند ادعاکوى چې هلمند کې يې ډيرې سيمې د دولت څخه نيولى او د دوى په واک کې دي .د هلمند ولايت وياند محى الدين دطالبانو دا ادعا نه منى . ",هلمندکې دمرګ اوژوبلې شميره مخ په ډيريدوشوه 2869,," د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې تيره شپه د افغان دولتى پوليسو او ائيتلافى ځواکونو ترمينځ ډزې شوې چې په سيمه کې د عينى شاهدانو د قوله په دغو ډزو کې ٣ دولتى او ٣ تنه ايتلافى عسکر ټپيان شوي دي. ډزې هغه مهال پيل شوې چې ائيتلافى ځواکونو د پوليسو د نه دريدو له امر څخه سرغړونه کړې او په همدې اړ دوړ کې دواړو لورو په يو بل د ډزو پيل کړى دى. ",هلمندکې دولتى اوائيتلافىځواکونوپه يوبل ډزې کړې 2870,,"   تيره ورځ دبلخ لويديځ ته دجوزجان په ولايت كې دوو تنو هغه مهال خپل ژوند له لاسه وركړ كله چې ددوی موټرسايكل دايساف له موټر سره ټكر شو د ايساف مشران وايي دوی په دې پيښه خفه شوي او پلټنو غوښتنه يې كړې. ",موټرسايكل سپاره د ايساف له موټر سره په ټكر كې مړه شوه 2871,," ناپيږانده وسله والو کسانو د غزنى ولايت د خوګيانيو ولسوالۍ کې پرون يو دولتى پوليس چې له ولسوالۍ څخه د خپل کور په لور روان وو ، په ډزو سره وژلۍ دى . د غزنى ولايت د پوليسو مشر د پيېښې پخلۍ کړى ، او وايې د پېښې په تورڅوک نه دي نيول شوي ؟ ",غزنى کې يو دولتى پوليس وژل شوي 2872,," د کنړ د دانګام ولسوالۍ په ځنګلو کې اور لګيدلى ، چې شيبه په شيبه لمن يې په پراخيدو ده . يوازې ځايى اوسيدونکې هڅه کوي چې اور مړى کړى او د پراخيدو مخنيوى يې وکړي . ځايى اوسيدونکى شکايت کوي چې دولت ورسره پوره مرسته نه کوي او دوى د داډول پېښو په وړاندې عاجز دي او نه داسې وسايل لري چې اور پرې مړ کړي . ",دکنړ ځنګلو کې اور لګيدلى دى 2873,," په افغانستان کې دامريکايى ځواکونو يوې سرچينې اعلان کړى چې تر ٥٠ ډير شکمن وسله وال طالب جنګيالى يې تيره شپه د هوايى بريدنو په ترځ کې د کندهار د پنجوايى ولسوالۍ د تولکان سيمه کې وژلى دي .د کندهار هوايى ډګر کې امريکايي چارواکى وايى د پنجوايى ولسوالۍ د عزيز کلى کې يې د طالب جنګياليو د وسلو غټ زيرمتون په بريدونو کې له مينځه وړى دى .په سيمه کې عينى شاهدان وايى چې ددغه هوايى بريدونو له امله ولسى ګړو ته درنده مرګ او ژوبله رسيدلى او تر سلو ډير ولسى وګړى د ماشومانو او ښځو په ګډون په دغه بمباريو کې مړه او ټپيان شوي دي .تر دم ګړۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٦ تنه ټپيان د قندهار د ميرويس روغتون کې تر درملنې لاندې نيول شوي چې د يو شمير حالت د روغتون د ډاکترانو په وينا د انديښنې وړ بلل شوي دي اود ټپيانو له جملې يو ټپى خپل ژوند له لاسه ورکړى دى . پنجوايى ولسوالى د تيرې اونۍ راپديخوا د سختو او خونړيو جګړو ډګر وو ،چې له امله يې دواړو لور ته مرګ او ژوبله اوښتې او دسميې ډير شمير ځايى اوسيدونکې له خپلو کورنو کډه شوي او د استوګنې ډير شمير کورونه وران او زيانمن شوي دي . ځايى اوسيدونکى په سيمه کې د طالب جنګياليو د شتون خبرې کوي او وايى طالب جنګيالى په کليو او کوڅو کې له وسلو سره ګرزي .د طالب جنګياليو يو وياند ډاکتر حنيف د امريکايي ځواکونو ادعا دروغ گڼى او وايى د تيرې شپې په هوايى بريدونو کې يو طالب هم نه دى وژل شوى . دى وايى کله چې د هېواد او ولس دښمنان په خپلو هڅو کې ناکام شى نو له ولسى وګړو غچ اخلى .کندهار والى نن غرمه ومنله چې په دغو بريدونوکې تر ٦٠ ډير طالبان وژل شوي دي او ١٦ تنه ولسى وګړى مړه او ١٥ نور ټپيان شوي . ", هوايى بريدونوکې تر ٥٠ ډيرشکمن طالبان وژل شوي 2874,," د هيواد وتلې سندرغاړې ميرمن هنګامه نن کابل ته راورسيده او ټاکل شوې ده په هغه کنسرت کې برخه واخلى چې د پنجشنبې په ماښام د کابل ښار د لنډ مارک هوټل کې جوړيدونکۍ دى . نوموړې له رسيدو سم کابل هوايې ډګر کې په داسې حالت کې چې له سترګو يې اوښکې پر مخ روانې وى بينوا ته په سلګيو سره خوشالى څرګنده کړه چې له ٢٥ کلونو بيلتون وروسته خپل وطن ته راستنيږى او خپل وطن ګوري . نوموړې سندرغاړې دافغان بيسم او د بيات بنياد له لورى بلل شوې ده . له دې نه وړ اندې د هېواد بله تکړه سندرغاړې نغمه هم هېواد ته راغلې وه. فرهاد دريا ، نعيم پوپل د رپ موزيک وتلى سندر غاړى بيژن کندوزى ا ووحيد صابرى هم خپل هېوادته راغلى او کنسرټونه يې ورکړى دي .له پاکستان هند او تاجکستان څخه هم يو شمير سندرغاړى د نوى کال په ميلو کې رابلل شوي وو . ",هنګامه کابل ته راورسيده . 2875, محمدابراهيم ( سپېڅلى )," محمدابراهيم ( سپېڅلى ) كله چي په مدني ټولنه كي دخبري رسنيوپررول باندي خبري كوونولومړى بايد دمدني ټولني په اړه يوانځور ولرو ځكه دمدني ټولني په اړه ډېرتعريفونه ويل سوي اووړاندي سويدي چي ډېرى يې پردې چورليځ يا محور باندي راڅرخي : ( هغه اولسي ټولنه چي په هغه كي قانون پلى ، سياسي ،اقتصادي اوټولنيز ټيكاو پكښي پرځاى وي مدني ټولنه ورته ويل كيږي .) دمدني ټولني ټول غړي ديوه ګډاحساس اومسوليت له مخي اړدي چي ديواوبل سره دمرستي اونېژدې اوسېدلوله لاري خپلي ګډي موخي اواهداف ترلاسه كړي . هرهغه څوك چي دخپلي ټولني دښيګڼي ،پرمختګ ،نظم ،عدالت ،امنيت اوسوكالۍ دراوستلوپه لاركي بېله كومي ځان غوښتني څخه هڅي كوي په رښتياسره ديوې مدني ټولني دبهيرسره همږغى اوهمغاړى دى .په همدې بنسټ ويلاى سوچي موږاوتاسي ديوې مدني ټولني فعال غړي يوځكه داپه ټولنه كي زموږاوستاسي دګډځواك اومسوليت بركت دى چي دنورو ټولنيزوځواكونوسره يوځاى دقانون دراوستلو په لاركي فعاله ونډه اخلواوله دې لاري مدني ټولنه لا پياوړې كيږي . مدني ټولنه هغه ده چي دهمهغي ټولني ټول غړي بېله كومي شخصي ګټي دقانون دحاكميت ، همكارۍ ،سولي ،عدالت اودموكراسۍ دراوستلولپاره هلي ځلي كوي ، دمدنيت دټينګولواوپياوړي كولولپاره په رښتيا سره ديوه خوځښت غوښتونكى وي ځكه داسي خوځښتونه ويوې ټولني ته دمدنيت بخښولوپرلوريوسترګام دى .وپورتنيو خبروته په كتوسره دا په ډاګه ليكلاى سوچي : ټولي ډله ايزه رسنۍ ( مطبوعات ) نه يوازي مدنيت اومدني ټولني سره نېژدې تړاو لري بلكي هيڅكله يې ورڅخه جلا هم نه سوګڼلاى ځكه چي مدنيت اوديوې ټولني دمدني كولولاري چاري په واقيعت كي يوه اصلاحي پروسه اويومثبت بدلون دى چي په پيل كي ديواوبل سره داړيكودټينګولواودټولوخلګو دتجربوله مخي ګډكارته كلكه اړتيا لري اوددغي اړتيا دبشپړولولپاره يوازي رسنۍ دي چي نوموړې پروسه دپرمختګ پرلوروچټكوګامونوته په صحيح ډول رهنمايې كوي ،ځكه مدنيت اومدني كېدل په ټولنه كي دسياسي ،ټولنېزواواقتصادي اسبابودبرابرولوپرلوريوريښتنى خوځښت دى دكوم خوځښت لپاره چي پوهان دخبري رسنيوخبره كوي اوهمدغه خبري رسنۍ دنوموړي خوځښت په ګړندي كولوكي ډېري ګټوري بولي ځكه هرټولنيزبدلون داغواړي چي خلګ له خلګوسره اړيكي ولري ،ديواوبل سره دتفاهم دلاري خبري اتري وكړي اوپريوه موضوع يا موضوګانوباندي نظرونه سره شريك كړي نوددغوټولولپاره داړيكوستره وسيله خبري رسنۍ دي چي په ډېرلږ وخت كي دغه كاركولاى سي اويوپراخ ټولنيزحركت راپيلوي .دهمدې رسنيودلاري اولس دخپل چاپيريال له پيښوڅخه په اسانۍ سره خبريږي ،يودبل فكرونه له همدې لاري ارزوي اودهغوپه رڼاكي دخپلوكړنواوليدنوپه بڼه كي بدلون راولي .فردي اړيكي په فردكي بدلون راولي خوخبري رسنۍ په لږ وخت كي په اسانۍ سره كولاى سي چي دانساني ټولني په ليدلوري كي بدلون راولي نوځكه ويلاى سووچي خبري رسنۍ كولاى سي چي په لږ وخت كي يولوى ټولنيز بدلون رامنځته كړي . خبري رسنۍ هغه مهال په ټولنه كي ديوه ټولنيزلارښوونكي په بڼه ارزښت موندلاى سي چي يوپرمختيايې بهير پيل  سي ځكه  پداسي دوران كي نو په ټولنه كي دانساني ځواك اوفعاليت پوښتنه راولاړيږي . پدې اړه يوه مشهوره خبره ده چي : (( دورسته پاته هيوادونوفقراوغربت يوازي اقتصادي ستونزه نه ده بلكي دهغوى ورسته پاته والى بايددهغو دانساني لاسي صنايعوپه ځوړتياكي ولټول سي . )) نودغه ورسته پاته هيوادونه بايددانساني معنوي ګډكارته ځواك وركړي اودكاركولوزمينه ورته برابره كړي ځكه هغه هيوادونه چي اوسمهال دپرمختګ ولوړوپوړيوته رسېدلي دي دلومړۍ اودوهمي نړيوالي جګړې پرمهال ډېرورسته پاته ووخوهغوي خپل سفرله همدغه ځايه راپيل كړاودادى اوس يې موږ دسرپه سترګووينوچي څونده پرمختګ يې كړيدى ؟په ډېرودغسي پرمختللوهيوادونوكي دزده كړي پراخي خپروني دراډيوګانوڅخه راپيل سويدي ځكه دراديوخپروني دنوروخبري رسنيوپه پرتله ډېري ګټوري اودهرلوستي اونالوستي هيوادوال سرژرپه خلاصيږي اود اوريدونكواستعدادپه ټولنيزو،اقتصادي ،فرهنګي اوسياسي چاروكي په خوځښت راولي ،داپدې ماناچي هرڅونده په يوه ټولنه كي مطبوعات خپل مسوليت په ښه توګه سرته رسوي په همهغه كچه يې ټولنه دمدني كېدوپرلورپه ګړندي حركت كي وي .ديوې ټولني داوسېدونكوپرمخ دتمدن ،دسياسي پوهي اوبلاخره دډېرونوروبرياودروازه پرانستل دخبري رسنيودپرمختګ سره موازي حركت كوي .كله كه په يوه ټولنه كي خلګ نه سي كولاى چي خپلي ستونزي بيان كړي !  هركله كه يوملت دخپل سياسي برخليك سره تړلي ستونزي درك نكړي !هركله كه ديوې ټولني پرمختګ كمزورى وي !اوكله كه په يوه ټولنه كي دخلګوحقه حقونه ترپښولاندي كېدل اوغوښتنوته يې مثبت ځواب نه ويل كېدى نوبېله ځنډه ويلاى سووچي په هغه ټولنه كي خبري رسنيوخپل مسؤليت لكه څنګه چي په كارؤ هغه سي يې نه دى ترسره كړى ځكه همدامطبوعات دي چي داولس ږغ دچارواكوترغوږونو پوري و رسوي ، همدا خبري رسنۍ دي چي خلګ دخپل چاپيريال دپيښوڅخه خبروي .لنډه داچي همداوسايل دي چي : خلګ هڅوي ترڅوپه ګډه سره دخپل توان څخه كارواخلي اودټولني وپرمختګ ته كاروكړى  .په هرهغه ټولنه كي چي ناپييلي رسنۍ نه وي نوويلاى سووچي هلته ټول وګړي دازادوفكرونوڅخه بې برخي دي ،ځكه ازادفكردفطرت غوښتنه ده خودهغه درابرسيرولولپاره دبيان ازادي شرط ده اودبيان دازادۍ ضمانت بياناپييلي خبري رسنۍ دي . كه چيري دهغوهيوادونووتاريخ ته يوه ځغلنده كتنه وكړوچي ددموكراسۍ ولوړوپوړيوته يې ځانونه رسولي دي نووبه وينوچي هلته دموكراسي دخپلواكورسنيودفعاليت څخه سرچينه اخستې ده ځكه داولس اراده يوازي دخپلواكورسنيودلاري ښه تراغبرګېداى سي ځكه يوه مشهوره خبره ده چي : (( رسنۍ دويلو،اورېدلواودنظردڅرګندولويوه ښه وسله ده  .  ))همدااورېدل اوويل دي چي نظرونه سره نېژدې كوي اودنظرياتودنژدې كېدولوپه لاركي ديوه ګډټولنيز حركت سبب ګرځي ،دهمدې خبري پربنسټ ويلاى سووچي دمدني ټولني جوړيدل اوومدني ټولني ته ځواك وركول دډله ايزورسنيودځواك څخه ماسوا هيڅ امكان نه لري . لكه څنګه چي موترمخه وويل دمدني ټولني ټول غړي هغه نهادونه دي چي : په يوه ټولنه كي دخبرتيا ،ازادۍ ،دموكراسۍ ،عدالت ،دټولنوترمنځ تړون ،قانونيت اوداډول نوروټولنيزوپرمختيايې كارونه ته وده وركوي اوداټول كارونه دمطبوعاتوياخبري رسنيوسره نه بېلدونكي اړيكي لري .كه پورته خبروته ښه ځيرسوونوراته څرګنده به سي چي دبيان دازادۍ ،عدالت ،قانونيت اودټولنوترمنځ داړيكودټينګولواوددموكراسۍ په صحيح ډول دپلي كولوترټولوغوره لارهمدارسنۍ دي چي په دې لاركي ښه په زړه پوري ونډه لرلاى سي .په اخركي ديادولووړبولم چي : يوه انساني ټولنه درسنيوپه نستوالي كي هيڅ دمدنيت اوپرمختګ پرلور مخ په وړاندي تګ نه سي كولاى ځكه رسنۍدمدني ټولني سره ډيري ژوري اونه شلېدونكي اړيكي لري اودمدني ټولني دغړوترمنځ اړيكي دمدنيت دتامينولوپه لاركي يومهم اوحياتي عنصر دى  .       ",مدني ټولنه اوخبري رسنۍ 2876,," افغان ولسمشر حامد کرزي نن له غرمې مخکې د يوه جګپوړى دولتى پلاوى په گډون د عربى متحده اماراتو په لور روان شو . ټاکل شوې ده کرزي وروسته له هغه د ايران په لور لاړ شي .له ده سره په دې سفر کې د کابينې يو شمير وزيران ، سلا کاران ، ملى سوداګر اودمشرانو او ولسى جرګې يو شمير استازى ملګرتيا کوي .کرزي به دوه ورځې په دغه هېواد کې تم شي او له دولتى لوړپوړو چارواکوسره به وګورى او د مخابراتواوګرځنده ټيلفون په اړوند به د اتصالاتو له کمپنۍ سره تړون لاس ليک کړي . اتصالات د (جى اس ام) څلورمه کمپنۍ ده چې افغانستان کې د کارکولو جواز تر لاسه کوي. کرزي به د عربى متحده اماراتو له پانګه والو او سوداګرو سره هم وګورى او په دغه هېواد کې به له افغان سوداګرو سره هم ليدنه وکړي . دا څلورم سفر دى چې کرزي يې عربى متحده اماراتو ته کوي . ",افغان ولسمشردعربى متحده اماراتو په لور روان شو 2877,ميرويس جلالزي," د غزنی ولايت امنيه قومندان عبدالرحمان سرجنګ وايی نوموړی چی څه موده وړاندی د پکتيکا ولايت د والی دنده پر مخ بيوله له دولت غروال سره چی د پوليسو مشر وو يو ځای تيره ورځ د غزنی د اندړو له ولسوالی وسلوالو کسانو په داسی حال کښئ وتښتاوه چی د جنازی په مراسمو بوخت وو.د سرجنګ په وينا له جلالی سره يو ځای تښتول شوی کسان ازاد شوی خو نوموړی د مخالفينو له خواه وژل شوی او سر يی له تنه ترينه پريکړ شوی ده .تر اوسه د نوموړی د وژنی پړا چاه په غاړه نده اخيستی خو سر جنګ وايی په قوی احتمال به دا کار د طالب پاتی شونو له خوا تر سره شوی وی. ",محمد علی جلالی ووژل شو 2878,ميرويس جلالزي," په عراق کښی د بريتانيوی سرتيرو د قومندانی له خو اه په خپره شوی خبر پاڼه کښی راغلی چی بلير په نا څاپه بغداد ته را رسيدلی تر څو د عراق له نوی دولت سره خبری وکړی .د عراق د نوی دولت کابينه تيره ورځ پارلمان ومنله .د عراق حکومت ٣٧ وزارتونه او ٢ ستر معاونيتونه لری چی د بريتانيا د دولت په ګډون د ګڼو اسيايی او اروپايی مشرانو له خواه يی ستاينه وشوه.د بريتانيا ګن شمير پو ځيان د عراق په بصره ښار کښی ځای پر ځای دی . ",تونی بلير د عراق پلازمينی بغداد ته را ورسيد 2879,ميرويس جلالزي," د بريتانيا ډيلی تيلګراف ورڅبانی د امريکا د دفاع وزارت چارواکو نه په نکل ويلی چی امريکا او روسی په دی اړه خبری کړی ترڅو روسيه د ٨٧ مليونه امريکايی ډالرو په  بدل کښی بی شميره کلاشينکوفونه ، ١٠٠ زره فيره د اوږی د سر د راکټونو ګولی ،١٢٠٠٠ د ټاکن ضد راکټونه ، تی ٦٢ ډوله ټانکونه او په لسهاوو څرخی می ٢٤ ډوله چورلکی  افغان ملی پوځ ته برابری کړی.ورځپاڼی د امريکا د جمهوری غوښتونکو نه په نکل ويلی چی دا قرار داد په دی اساس کوی چی دوی ويره لری که د امريکا په راتلونکی ٢٠٠٨ کال ټاکنو کښی ديموکراتان بريالی شی او په قوی احتمال به سناتور کلنتن دا څوکی تر لاسه کړی نو بيا به د حامد کرزی حکومت له سترو ګواښونو سره مخ شی.جمهوری غوښتو نکی په دی باور دی چی که دا وسلی د حامد کرزی حکومت ته ورکړل شی نو دی به په دی وتوانيږی چی هغه د جنګ سالارانو او د مخدره توکو د کاروباريانو په ځپلو کښی وکاروی. ",امريکا به افغان ملي فوځ ته روسي وسلې په واک کي ورکوي 2880,," دولتى چاراکو منلې چې تيره شپه ناپيږانده وسله والو کسانو شينډند ته څيرمه دهرات ولايت د کلاته نظرد ګمرک فوځى کميسار عبد الحليم فراهىپه ډزو سره وژلۍ دى .په دغه بريد کې د نوموړى يوتن ساتونکى وژل شوي او يو بل ټپى شوي دي . د بريد پړه تر اوسه چا نه ده منلې . له دې وړاندې ددغه ولايت وتلى قو ماندان امان الله هم د يو وسله وال بريد له امله له خپلو ساتونکو سره يو ځاى ټپي شوى دى . د امان الله خان او د دولت د اوبو او بريښنا د اوسنى وزير اسمعيل خان ترمينخ پخوا په هرات او فراه کې سختې جګړى شوى ، چې له دواړو لورو په کې په لسګونو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى . ", فراه کې دولتى چارواکىله خپل ساتونکي سره وژل شوي 2881,," د ائيتلافى ځواکونو په يو کاروان چې د کندوز له لورې د بغلان په لور روان وو،نن سهارد مرکزى بغلان په سيمه کې د (بى ام يو) توغندى بريد شوي دي . په سيمه کې دځايى پوليسو يو مشر بينوا ته وويل ، بريد مرګ او ژوبله نه ده اړولې او په سيمه کې د پلټنو په بهير کې ٦ تنه شکمن کسان نيول شوي او له دوى څخه به پوښتنې تر سره شي . ",بغلان کې په ائيتلافى ځواکونو ناکام بريد شوي 2882,," کندهار والى اسدالله خالد نن غرمه و منله چې تيره شپه د پنجوايى د تولکان سيمه کې دائيتلافى ځواکونود هوايى بريدونو له امله ١٦ ولسى وګړى مړه او ١٥ تنه نور ټپيان شوي دي . نوموړۍ د ميرويس روغتون ته د ټپيانو د پوښتنې په موخه ورغلى وو او له دوى سره يې نغدى مرسته هم وکړه . خالد وويل په دغو بريدونو کې تر ٦٠ ډير طالبان وژل شوي دي .عينى شاهدان بيا په سيمه کې د ١٠٠ تنو ولسى وګړو د وژل کيدو او ټپى کيدو خبره کوي . د ائيتلافى ځواکونو يو وياند ويلى چې دوى ولسى وګړو ته دمرګ او ژوبلې په هکله پلټنې پيل کړي دي .دغه سيمه د کندهار ښار په ٢٥ کيلومترى کې موقعيت لري او چارواکى خبريالان نه پريږدى چې سيمه له نږدې وګوري . ",تر ٩٠ ډير کسان په پنجوايى کې مړه او ټپيان شوي 2883,," ایمل ساپی-ميدان ښار ۱جوزا ۱۳۸۵هـش:  د ميدان وردګو ولايت په مركزميدان ښاركي دميدان وردګوولايت دوالي ښاغلي عبدالجبار`نعيمي`ترمشرۍ لاندې  دامنيتي ارګانونو، ادارو رئيسانو، ولسوالانو، دولسواليودامنيي قوماندانانو، دمحاكمواو څارنواليو مسؤولينو او دولايتي شورا غړيو په ګډون دامنيت دټينګښت، دتروريستي اعمالو دمخنيوي،  دقضايي، عدلي اواداري چارودسمون اودبيا رغوني دچارودچټكتيا په اړه  يوه لويه اصلاحي او مشورتي  غونډه و شوه.                      غونډه دقرآن عظيم الشان پر څو مباركوايتونه پيل شوه. وروسته بيا دميدان وردګو ولايت والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دتيركال پربرياوو،چې دامنيت دټينګښت ، دكوكنارود وركاوي ،او دبې وسلې كولو پروسې كې ېې لاسته راوړې وې؛ خبرې وكړې. او دبيارغونې پر چاروېې رڼا واچوله. همدارنگه  دميدان وردګوولايت والي ښاغلي عبدالجبار`نعيمي` ځينو ستونزو ته په اشارې سره  وويل:`` هيله مند يم چې ټول رياستونه په هرشكل چې كيږي بايد خپلي نمايندګي په ولسواليو كي فعالي وساتي. دهغوي دمفروشاتو،ميزاوچوكيو،قرطاسيي اونورمشكلات سمدستي حل كړي. دهغوي دمعاشاتواوامتيازاتوستونزي حل كړي.دامكان په صورت كي حد اقل بايد دهررياست يوهيئت ولسواليوته سفروكړي،اود خپلي مربوطه ځانګي مشكل  او ځانه ورنه خبركړي.``  داداري سيستم او دولسوالانو ددندو په اړه ېې وويل:` دولسوالانودوظايفوپر اساس هرولسوال مسؤليت لري چه دخپلي ولسوالي ټولې چارې وڅاري.د،ادارودمسؤولينودحاضري په باب معلومات ټول كړي.اوخپلومسؤوليتونوته ېې متوجه كړي. هيله لرم چه هرولسوال اودامنيي قوماندان بايد په هره ولسوالي كي يوه عبوري اودخولي دروازه جوړه كړي – دتلاشي سيستم رواج كړي اومسافرينوته لازمي آسانتياوي برابري كړي اودخطر په وخت كي هغوي ته هدايت وكړي چه دشپي ناوخته سفرونه ونكړي.`` دامنيت په اړه ښاغلي والي وويل:`` دامنيت دتآمين په حكله ټولو ولسوالانودامنيي قوماندانواواړوند مسؤلينونه په كلكه غوښتنه كوم، ترځو دامنيت دټينګښت په هكله جدي اقدامات وكړي .دولس مشكلات  په خپل وخت حل اوفصل كړي – دهغوي غوښتني دولايت مقام ته رانقل كړي...ځيني خلك په ولسواليو كي ددولت پر ضد ناوړه تبليغات كوي. شب نامې خپروي .دمكتبونوپه سوځولولاس پوري كوي اودمكتب زده كوونكي دپوهنې له زده كړي څخه ګرځوي. پدي باب  دې ولسوالان اوامنيتي قومندانان دداسي ناوړواعمالودمخنيوي په اړه كلك اقدامات وكړي`` ملي اردو كې دشموليت په اړه ښاغلي نعيمي وويل:`` ملي پوليسواودملي اردودصفوفودپياوړتيا په خاطردتاسوټولونه هيله كوم چه دشرائطوسره سم ځوانان دميدان وردګو ولايت نظامي كميساري ته معرفي اوپدي حكله لازمي مرستي وكړي`` دولس دستونزو دليدلو په اړه ېې وويل:`` دولايتي شورا ددرنواستازيونه هيله كوم چه دولسواليوكليواوبانډوته سفرونه وكړي اودخلكوسره له نږدي ليدنه كتنه وكړي اودهغوي پيشنهادونه اوستونزي ولايت ته نقل كړي ترڅودهغوى په حل كي اقدام وشي.`` همدارز محترم والي دخپلو خبرو په پاى كې وويل:`` يوځل بيا له تاسوټولونه غوښتنه كوم چي خپل كارونه په صداقت اوايمانداري سره سرته ورسوئ! دهماهنګي اصل مراعات  كړئ!اودتفاهم په فضا كي ددي ولايت دعامووګړيوستونزې ورحل كړئ!``  دښاغلي والي له وينا وروسته  ولسوالانو، دامنيي قومندانانو، دمحاكمو او،ادارورئيسانوپر خپل،خپل  وارخبري وكړي. دروان كال كاري پلانونه يي تشريح كړل. دامنيت دټينګښت، دقانون دپلي كولواودسالمې ادارې د جوړولو، دښوونځيودساتنو، دتروريستي اعمالودمخنيوي په اړه ېې هر رازمرستو ته چمتوالى وښود. ",ميدان وردګ: اصلاحي او مشورتي غونډه وشوه 2884,حضرت بهار = خوست," حضرت بهار = خوست پرون د خوست فرهنګي ټولنې په دفتر كې د هيواد وتلي ليكوال محمد اصف صميم لخوا پداسي حال كې خوستي فرهنګيانو ته لارښونې او سپارښتنې و شوې ، چې د خوست والي معراج الدين پټان او د خوست پوهنتون ريس پوهنوال فيض محمد فياض هم حاضر ول.صميم په خپلو خبرو كې پدې ځان ګيله من  وښود چې ولي خوستي فرهنګيان پخپل منځ كې سره هيڅ په هيڅ كينه او رخه لري؟ هغه وويل ""ډير در څخه ګيله من يم داسي الفاظ نشته چې زه د زړه ګيله پكې راونغاړم.""په ناسته كې د تود بحث وروسته فرهنګيانو ژمنه وكړه چې نور به له هيڅ په هيڅ رخې تيريږي او په ګډ به د فرهنګي چارو د پرمختګ لپاره كار كوي. ددې لپاره چې رخه له منځه تللي وي او فرهنګيانو پخپل منځ كې سره د زړه خواله كړي وي ، د معراج الدين پټان لخوا د ""رڼا"" په نوم د يوې مياشتنى غونډې جوړيدو وړانديز هم وشو چې دغه وړانديز  د فرهنګيانو لخوا يو نېك فال وبالل شو. ",څنګه كولاي شو د خوستي فرهنګيانو هڅې ګړندى كړو؟ 2885,میرویس جلالزی," د افغانستان له خاوری د ترکمنستان د ګازو د تيريدونکی نل ليکی افغان کارګر شنه آسمان ته ناست دی ستوری شميری ............ میرویس جلالزی = کابل افغانستان او ترکمنستان که څه هم سره ٨٠٠کيلوميتره ګډه پوله لری خو بيا هم داسی ښکاری چی دومره سره لری پرا ته هيوادونه دی چی ته به وايی ګډی اقتصادی همکاری خو يی يوه خواه پريږده هان دا چي سياسی اړيکی هم سره نلری . خو په اصل کښی داسی نده.!!!په کال ١٩٩١ ميلادی کښئ کله چی ترکمنستان له پخوانی شوروی نه خپله خپلواکی تر لاسه کړه نو اړيکی يی له هغه وخت نه او بيا تر اوسه له خپلو سويلی هيوادو سره  ډيری ښی روانی ساتلی او لا يی هم د پياوړتيا په لار کښئ هڅه کوی.له ترکمنستان نه د (ترانس افغان )تر نامه لاندی د غازو د نل ليکی غزو ل چی د افغانستان له خاوری تيرژی د اقتصاد په برخه کښی له افغانستان سره تړاو لری خو يو څه بل چی په سياست کښئ دا دوه هيوادونه سره نښلوی هغه د نشيی توکو د قاچاق په لاره کښئ ګډه جګړه ده . د (ترانس افغان ) د پروژی په اساس به د ترکمنستان هيواد ګاز د افغانستان د خاوری له لاری پاکستان او بيا له هغه ځای نه هندوستان ته وليږدول شی کارپوهان وايی که دا پروژه پيل شی نو د کابل او عشق آباد تر مننځ به اړيکی ډيری پياوړی شی.د دی ٣ مليارد ډالری پروژی له مخی به ٥٠٠ کيلومتره د غازو نل ليکه د افغانستان له خاوری تيره شی او په کال کښی به ٣٠ مليارده متر مکعبه ګازپاکستان او هندوستان ته وليږدول شی چی افغانستان ته به په کال کښی ترينه ٣٠٠ مليونه دالره عايد تر لاسه شی .د پايپلين پيل د ترکمنستان د عشق آباد د ګازی ميدان نه شروع ده او بيا به د هرات او قندهار له سپين بو لدک ولسوالی څخه په تيريدو د پاکستان خاوری ته ور ګډ شی .دا پروژه په داسی اساسو شرايطو کښی چی په مليونونو کډوال را په کور شوی او په زرهاوو تنه پوڅی کارپوهان او صاحب منصبان له دندو په يوه او بله بهانه لری کړای شوی خوراه خوږه ده .د کابل چارواکی وايی په دی کار سره به ٣٠٠٠ تنو ته د کار زمينه برابره شی خو ترکمنان بيا وايی چی دوی ته يوه ستره ګټه دا ده چی که دا کار وشی نو دوی به د روسيه له هغه فشار نه خلاص شی چی اوس ورسره مخ دی .روسيه د ترکمنستان د ګازو په واردولو په دی هيواد خپل احسان اچوی او داسی به هم ورته وايی چی که ستاسو ګازو  روسيه مصرف نکړی نو څوک به يی مصرفوی.....!د دواړو هيوادو تر منځ در بريښنا د انرژی معاملی د ترکمن او افغان ملتو د اړيکو د نژدوالی بل مهم اړخ دی.افغانستان دم ګړی په کال کښی ٣٥٠مليون کيلواټه بريښنا چی ټول ټال بيعه يی شپږنيم مليونه امريکايی ډالرو ته رسيږی له ترکمنستان نه اخلی تر څو د خپلو شمالی سرحدی ولايتونو د پريښنا اړتياوی پری مرفوع کړی.د افغانستان د اوبو او بريښنا وزارت وزير محمد اسماعيل خان ترکمنستان ته د خپل وروستی سفر وروسته وويل چی هيواد يی هوډ لری تر څو ٤٠٠مګاواټه بريښنا له عشق آباد نه وپيری.هغه وويل چی له دی بريښنا نه به ٣٠٠ مګاواټه کابل او پاتی نوره به سرحدی ولايتونو ته په واک کښی ورکړ شی.له اسماعيل خان سره تر کتنی وروسته ترکمن و لسمشر صفر مردا نيازوف وويل چی د ګازو د دی ٣٥٠ کيلومټره نل ليکی د امنيت ساتنی کار او د پيل د پروګرام پر سر يی له افغان وزير سره خبری کړی دی .نيازوف وايی د پايپ لاين له پيل نه بيا ترکومه ځايه چی افغانستان ته ننوزی لګښتونه پر دوی دی او پاتی نور به په خپله افغانستان په غاړه واخلی .اوس اصلی خبره دا ده چی ولی د پائپ لاين کار نه پيل کيږئ ؟؟؟؟ايا يوازی لګښتونه د دی کار د پيل خنډ دی؟؟؟؟نړيوال پانک او يو شميرنورو بهرنيو بانکونو د هغو لګښتو د  يوی اندازی ورکولو ټټر وهلی چی په افغانستان کښی پر پايب لاين لګيږئ.خو يوازی لګښتونه ضرور دی؟؟؟په هر بل هيواد کښی به پيـسی مهمی وی خو په افغانستان کښی يو څه بل هم دی چی هغه امنيت ده .افغان ولسمشر حامد کرزی په کال ١٣٨١ کښئ ترکمنستان ته په خبل سفر کښی له خپل ترکمن سيال سره د ترانس افغان پروژی تړون لاسليک کړ خو څه کم او زيات څلور کاله په دی تړون تير شوی خو بيا هم هيڅ پرمختګ نه ليدل کيږی .پوښتنه کيږی چی ولی؟؟؟؟دی پوښتنی ته تر اوسه چا سم کوټلی ځواب نده ورکړی.هغه ٣٠٠٠ کسان چی ويل کيدل ورته به په پايپ لين کښی کار ورکول کيږی تر اوسه په تمه دی .سم وايی چی!بزک بزک نمر کی جو لغمان ميرسه. ",افغان کارګر شنه آسمان ته ناست دی ستوری شميری 2886,," پس له غرمې وروسته نن د لغمان ولايت مرکز د مهترلام ښار په دوو توغنديو وويشتل شو، چې له امله يې ٣ تنه ولسى وګړى ټپيان او د استوګنې يو کور قسما ويجاړ شوىدى . چارواکو منلې چې يو توغندى په شاړه ځمکه ا و دويم د استوګنې په يو کورلګيدلى دى . په ټپيانو کې يو لاروى يوه ميرمن او يو ماشوم شامل دي . تر اوسه هيڅ ډلې او شخص د دغه بريد پړه نه ده منلې . ",د توغنديودبريد له امله ٣ تنه لغمان کې ټپيان شوي 2887,," ملګرو ملتونو د افغانستان په جنوبى سيمو کې د ناکراريو په اړوند خپله انديښنه ښودلې او په افغانسان کې ددغه سازمان وياند ( ادرين ادوارد) نن کابل کې يوې خبرى ناستې ته ويل نيت نه لري ددغه هېواد په جنوبى سيمو کې خپل دفترونه وتړى . ده وويل د ناکراريو د ډيريدو په صورت کې به خوندى سيمو ته د خپلو کارکونکو د ليږد په هکله اقدا م وکړي .ده دغه اوزاې ونه منلې چې ملګرى ملتونه نيت لري په جنوبى سيمو کې خپل دفترونه وتړي .ادوارد څرګنده کړه د دولت مخالفين به په روان کال کې د امنيت د ګډوډولو زياتې هڅې وکړى چې په دې توګه سره به افغانستان په راتلونکى کې د ډيرو بريدنو د ترسره کولو شاهد وي .ده له شکيلو لورو وغوښتل چې دولسى وګړو ژوند ته پام وکړى او په نښه يې نه کړي . ",په هېواد کې دناکراريو په اړوندد ملګرو ملتونو انديښنه 2888,," افغان چارواکو تيره اونۍ ادعا کړې وه چې د طالب جنګياليو وتلى قوماندان ملا دادالله يې په کندهار کې نيولى او وروسته يې امريکايي چارواکو ته سپارلۍ دى . په افغانستان کې د امريکايى ځواکونو وياند ( جيمز يانتس) وايى نيول شوى کس ملا دادالله نه دى مګر د طالبانو د ډلې يو لوړ پوړى غړى دى . له دې نه وړاندې ملا دادالله هم له خبرى رسنيو سره د دولتى چارواکو څرګندونې دروغ بللې وې . ",نيول شوى کس ملادادالله نه دى . 2889,," د افغان پراختيايى موسسې ٤ تنه روغتياي کارکوونکى د ماين د چاودنې له امله په ميدان وردګو ولايت کې نن خپل ژوند له لاسه ورکړى دى .د پېښې مسوليت چا نه دى منلى . چاودنه د کوټه عشرو د دوچارکې په سيمه کې د فارس ليسې ته نږدې د لارې په سر رامينځ ته شوې ده . په چاودنه کې موټر ويجاړ او په وژل شوو کسانو کې يوه ميرمن هم شامله ده او ټول سپاره کسان وژل شوي دي . د وردګو د پوليسو مشر له بينوا سره د پېښې پخلۍ کړى او وايې په دې اړوند يې پلټنې پيل کړي دي . سيمه کې څو تنو ځايى اوسيدونکو شک وښود چې چاودنه د لرى واټن څخه د ريموټ کنترول له مخې تر سره شوې ده . ",د چاودنې له امله ٤ تنه ميدان وردګ کې وژل شوي 2890,," طالب جنګياليو ادعا کړې چې تيره شپه يې د زابل ولايت د خاک افغان ولسوالۍ د ګزک په امنيتى پوسته وسله وال بريد کړى دى او١٢ تنه دولتى پوليس يې وژلى دي .زابل کې يودولتى چارواکې په دې اړوند بې خبرى وښوده اود ولايت وياند دطالب جنګياليو د يو وياند ډاکتر حنيف دا ډول ادعا يوازې دپخوا په شان دروغ وبلل .همداشان طالب جنګياليو تيره شپه د خوست په سرحدى ولسوالۍ ګربز باندې توغندى توغولى ، چې د چارواکو په وينا مرګ او ژوبله نه لري . خوست کې چاراکو منلې چې جګړه هم شوې او مخالفين تښتيدلى دى .له بل لوري پوليسو ٤ تنه شکمن جنګيالي له يو اندازه چاوديدونکو توکو او تبليغاتى کسټونو سره يو ځاى خوست کې نيولى ، چې دم ګړى د چارواکو په وينا ترې نه پوښتنې پيل شوي دي . پوليس تور لګوى چې نيول شوي کسان د باک او يعقوبيو ولسواليو تيرو وسله الو بريدونوکې لاس درلود. ",په زابل کې د ١٢ تنو پوليسو د وژلو ادعا 2891,," د هرات ښار جنوبى څنډه د سپينې اډې سيمه کې د زړو وسپنو په يو سراى کې نن له غرمې مخکې ١١ بجوچاودنه شوې چې له امله يې يو تن ولسى وګړى مړ او ١٠ نور ټپيان شوي دي .د پوليسو مشر سالنګې له بينوا سره د چاودنې پخلۍ وکړ او زياته يې کړه چې چاودنه ترهګرى عمل نه ، بلکه د هاوان د يوې زړې مرمى د چاوديدو له امله ناڅاپى ډول رامينځ ته شوې ده .ده وويل سيمه کې د څيړنې او پلټنې عمليات پيل شوي دي .دهرات ښار د روغتون چارواکو منلې چې د پېښې ١٦ تنه ټپيان روغتون ته رسيدلى چې يو تن يې په حق رسيدلى دى او د ٢ نورو حالت هم يو څه د انديښنې وړ دى . ",هرات کې چاودنې ١ تن وواژه او ١٠ نور يې ټپيان کړي 2892, محمدابراهيم ( سپېڅلى),"   محمدابراهيم ( سپېڅلى) / كندهار پرځاى اوسالمه نيوكه داصلاح يوه ډيره ارزښت لرونكې لارده ،دالارهغه مهال لاپياوړې كيږي اوښه پايله ځني ترلاسه كېداى سي چي په سړه سينه واورېدل سي اوهره نېوكه پرځان باندي يوغټ بوج ونه ګڼل سي. كره كتونكوته هم په كارده چي دټاكل سوي موضوع دواړه اړخونه بېله كوم توپيره په ډيرانصاف اودقت سره ديوه ريښتين قاضي په توګه لومړى وڅيړي اوبيايې روښانه كړي ځكه چي يوازي عيبونه پلټل ،نه يوازي كره كتنه نه ده بلكي ديوه مسلمان وروردزړه زهيرولومعنىٰوركوي . كه چيري سالمه اوپرځاى كره كتنه زموږ په ټولنه كي دودسول ( چي كره كتونكى قضاوت هيرنه كړي اوتركره كتني لاندي كس زغم دلاسه ورنكړي ) نوهغه ورځ ليري نه ده چي موږ به دبرياليتوب دريښتني ډګراتلان يواونړۍ به موكارناموته ګوته په غاښ پاته وي ،داځكه چي په نړۍكي هيڅ انسان اوهيڅ انساني كاربشپړنه دى اوڅه ناڅه نيګمړتياوي لري ،چي دغه نيمګړتياوي هغه مهال لاښه اصلاح كېداى سي اوكارونه لاښه پرمختګ مومي چي يوازي قلموال نه بلكي دټولني هرغړى دزغم كلتورخپل كړي اوكره كتونكي هم دخپل ژبي اوقلم څخه وسله جوړه نه كړي اوهغه دژورناليزم په اصطلاح توازن له پامه ونه غورځوي .كه لوى څښتن مه كړه داسي ونه سي اوهره كوچنۍ خامي په لويه بدله سي نوطبعي ده چي د زغم كاسه هم ډكيږي چي ودغسي كارته بياموږدكره كتني پرځاى دكږې كتني نوم وركووځكه په دې ډول نيوكو سره ستونزي اوخنډونه لاوده كوي اوديوه اوبل په زړوكي دكينې تخمونه كرل كيږي چي دانوخپله يوه ناوړه ستونزه ده اوبايدورڅخه ځان وژغورل سي . راسئ ! چي په دغه نېك كار ترهرچالومړى موږ قلموال لاس پوري كړو،ديواوبل سره ددې په زړه پوري همكارۍ دلاري دخپل لوى څښتن ( ج)له دربارڅخه نورډيررحمتونه هم ترلاسه كړوځكه داسلام دوهم خليفه حضرت عمر( رض)ويلي دي چي:(( هرڅوك چي زموږ عيبونه راښيي لوى څښتن ( ج)دي پرور حميږي )) خوديادوني وړبولم چي اوسمهال په ځينوچاپي رسنيوكي ځيني داسي خبري دكره كتني په نوم لولوچي هغه ګردسره دكره كتني پراُصولوڅه چي پرهغه لاريې لانه وي ورغلي بس دخپل نامه دخپرولوپه موخه يې داسي څه ليكلي وي چي باوروكړى په لوستلويې څوك شرميږي خوزه نه پوهيږم چي څنګه يې په خپرونوكي دچاپ حق ترلاسه كړيدى ؟ اوآياداسي ليكني چي يوازي ديوچاسپكاوى پكښي نغښتى وي بايددكره كتني په نوم خپرې سي ؟ په دې اړه بايدزموږمطبوعاتيان وروڼه ډيرځيرواوسي چي خداى مه كړه ددوى دلاري يودباورسړى ديوناپوه چاله خواتربېځايه نيوكي لاندي رانه سي چي د دې پوښتني  په ځواب كي به  بيانه يوازي دكږې ليكني ليكوال بلكي خپرونكې اداره هم ځواب ويونكې وي . ",كره كتنه اود زغم كلتور 2893,," امنيتى چارواکو د اردن په پلازمينه عمان کې اعلان کړى چې په عراق کې د القاعده د ترهګرې ډلې د مشر ابو مصعب الزرقاوي نږدې ملګرى نيولى دى . چارواکود نورو جزياتو له خپرولو څخه ډده کړې او زياتوى چې نوموړۍ د غلا ، وژنو او سړى تښتونو په تور تر تعقيب لاندې وو، او د عراق په خونړيو پېښو کې فعال ونډه لري . ",اردن کې د زرقاوى نږدې ملګرى نيول شوي . 2894,," د هلمند بغران ولسوالۍ کې تيره ورځ او شپه دوه ځلې افغان دولتى ځواکونه او طالب جنګيالى په جګړه او وسله وال اخ او ډب کې له يوبل سره شکيل او غاړه غړۍشوى چې له دواړو لورو له ٢٠ ډير کسان په کې مړه او ټپيان شوي دي . د هلمند ولايت وياند محى الدين منلې چې د جګړې په ترځ کې ٣ تنه دولتى پوليس او ١٢ تنه طالب جنګيالى وژل شوي او ٦ تنه دولتى پوليس ټپيان شوي دي .د طالب جنګياليو يو وياند قارى يوسف بيا ددغه ولسوالۍ د مرکزد نيولو ادعا هم کړې او زياتوي تيره شپه له يوې سپکې جګړې وروسته د ولسوالۍ په مرکز ورننوتى اوله څو ساعتو وروسته له ولسوالۍ څخه په شا شوي او پلويانو يې يو اندازه سپکه وسله او دولتى موټر په غنيمت له ځانو سره وړي دي . ",بغران کې له دواړو لوروتر ٢٠ډيرکسان مړه اوټپيان شوي 2895,," د اسلامى پرمختيايى بانک ژمنه کړې چې د افغانستان په يو شمير ولايتونو کې به د ٣ ميليونو ډالرو په لگښت ښوونځى جوړ کړى ،چې ددغه پروژې لړۍ به د ننګرهار ولايت کې د يو ښوونځى په جوړولو سره چې تر ٣٠ ادارى خونى او د زده کړې ټولګى ولري ، پيل شي . ",د ٣ ميليونو ډالروپه لګښت د نويو ښوونځيو جوړول 2896,ميرويس جلالزي," د اماراتو امير شيخ خليفه بن زايد له ا فغان ولسمشر حامد کرزی سره په ليدنه کښی وويل چی هيواد يی له افغانستان سره په دی اساسو شرايطو کښی غواړی هر راې مرستی وکړی .حامد کرزی چی په يو دوه ورځنی سفر تيره ورځ دوبی ته ورسيد اتکل شوی چی يو لړ مهم اقتصادی تړونونه به هم له عربی چارواکو سره لاسليک کړی. ", متحده امارات : مرستی به له افغانستان نه ونسپموی 2897,ميرويس جلالزي," په کابل کښی د بريتانيوی سرتيرو يو تن ډګرمن چی نوم يی ندی ښودل شوی وويل چی دا جګره د روانی اونی په سر کښی وروسته له هغه د ١٠٠ تنوبريتانيوی سرتيرو له خواه چی د اپاچی چورلکو ملاتړ هم ورسره وو پيل شوه کله چی اورپکو د موسی قلعه په ولسوالی بريد وکړ. ",بريتانيوی سرتيری په هلمند کی د طالبانو سره په جګړه کي 2898,عبدالله احسان," ډاکټر سردار نبي ، خيبر  برم ، جنرال ګل احمد نبي ، محمدګل نبي ، داود نبي ، ګل محمد نبي ، او سلېمان لالپور وال  زامن . بلقيس رباني ، ليلا لمر ، ګلالۍ نبي ، پيکۍ نبي ، زرغونه نبي ، او هوسۍ لالپور وال لوڼي . انجنير رباني ، احمدشا نبي ، احمدجاويد نبي ، او حامد نبي  زومان . بشير احمد لالپور وال ، زمری لالپور وال ، اجمل لالپور وال ، شامحمود لالپوروال ، او پلوشه لالپوروال د خوره يان . شکريه نبي ، نظيفه برم ، ليلا لالپوروال ، نيلوفر نبي ، زېبا نبي ، او فروزان لالپوروال  نږندي . ارزو نبي ، هيلۍ لمر ، سحر رباني  او موسی نبي  لمسيان  او د کورنۍ نور غړي يې د بي بي ګلشن نبي د ارواښاد ډګروال ګل نبي خان لالپوروال د مېرمني د مړيني له کبله دوستانو ته خبر ورکوي چي د ارواښادي جنازه د چارشنبې په ورځ ( د می پر څلوريشتمه نېټه ) د سهار پر يوولس بجې د جرمني د ( افن بخ ) د ښار د مسلمانانو په هديره کي خاوروته سپارله کيږي . د ناروينه و فاتحه د پنجشنبې په ورځ د ۲۰۰۶ کال د می د مياشتي پر پنځه ويشتمه نېټه د ماسپښين د دوه بجو څخه بيا تر څلورو بجو پوري د فرانکفورټ ښار د انصار په جامع جومات کي اخيستله کيږي . پته لاندي ليکل شوې ده ، لمړۍ پته د جنازې او دوهمه پته د فاتحې د ځای ده ، که پوښتنه لرئ په لاندنيو ټيلفون شمېرو زنګ ووهئ . ",دجنازې او فاتحې خبرتيا (( فرانکفورټ جرمني )) 2899,," د ارواښاد استاد روهي جنازه د روان کال د می پر اتلسه نېټه سهار  د کابل هوايي ډګر ته ورسېدله ، او ديادي شوي ورځي د ماځيګر پر شپږو بجو په خوست کي ددوی په پلرني هديره کي په درنښت سره خاورو ته وسپارله شوه . د جنازې په مراسمو کي د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه ليکوالو ژورناليستانو ، فرهنګيانو او د استاد روهي ګڼ شمېر مينه والو برخه اخستې وه . د ځينو تخنيکي ستونزو له امله  يې بشپړ راپورټ او عکسونه تر اوسه نه دي رارسېدلي ، د رارسېدلو سره سم به يې خپاره کړو . ",د استاد روهي جنازه په خوست کي خاورو ته وسپارله شوه 2900,ن . بهیر = خوست,"  د هېواد نامتو لېكوال، ادبپوه، څېړونكى او كره كتونكى كانديد اكاډميسين سرمحقق ارواښاد استاد محمدصديق روهي تابوت، چې د المان په مونشن په ښار كې امانت خاورو ته سپارل شوى ړ، د روان دوه زره شپږ عيسوي كال، د مې مياشتې په اتلسمه نيټه، د پنج شنبې په ورځ، د سهار په اوو بجو  ن . بهیر = خوست د هېواد نامتو لېكوال، ادبپوه، څېړونكى او كره كتونكى كانديد اكاډميسين سرمحقق ارواښاد استاد محمدصديق روهي جنازه ، چې د المان په مونشن په ښار كې امانت خاورو ته سپارل شوې وه ، د روان دوه زره شپږ عيسوي كال، د می مياشتې په اتلسمه نيټه، د پنج شنبې په ورځ، د سهار په اوو بجو د كابل هوايي ډګر ته راورسيده. د هېواد د بېلابېلو سيمو ليكوالان، شاعران، ژورنالستان، د علومو اكاډمۍ غړي، د كابل پوهنتون استادان، د ولسي جرګې وكيلان، د ټولنيزو چارو وزير نورمحمد قرقين او يو شمېر نور مينه وال او عقيدتمندان يې هركلي ته ولاړ وو. په هوايي ډګر كې د لنډو مراسمو پرمهال سرمحقق عبدالله بختاني خدمتګار، رهنورد زرياب، نصرالله حافظ، استاد حبيب الله رفيع او ځينونو نورو د ارواښاد روهي د فن او شخصيت په اړه لنډې ويناوې وكړې او د ده د جنازې لېږد يې د هېواد يوه ملي اړتيا وبلله او د نوموړي له كورنۍ او هغو ټولو نه يې، چې په دې لړ كې يې مرستې كړي، مننې وكړې. له دغو مراسمو وروسته  سلګونو خلكو او لسګونو موټرونو د ارواښاد روهي جنازه د پكتيا پر لور بدرګه کړه . په پكتيا ولايت كې پر استاد حكيم تڼيوال او نورو لوړ پوړو دولتي چارواكو سربېره، د پكتيا ادبي ټولنې غړو، د سحر سپورټي ټولنې لوبغاړو او سلګونه عام پكتياوال، چې لېكل شوي شعارونه يې هم په لاسونو كې وو، د استاد روهي د جسد راوړو هركلي ته راوتلي وو. د پكتيا په ميلمستون كې د ارواښاد جنازه ، د لنډ وخت له پاره كېښودل شو، لنډ مراسم پرې وشول او د پكتيا ادبي ټولنې له خوا د ګلونو هغه شال پرې وغوړول شو، چې د همده مرحوم له پاره جوړ شوى و. استاد حكيم تڼيوال او ډاكټر عبدالهادي حماس، د ارواښاد استاد روهي د ژوند او هنر په اړه لنډې خبرې وكړې، ميلمنو او كاروانوالو د استاد تڼيوال له خوا په تياره شوې ميلمستيا كې له ګډون وروسته، له هغه كاروان سره يو ځاى، چې له خوسته ورغلى و، د خوست پر لور وكوچېدل . له ګردېز، تر خوسته په ټوله لاره ځاى ځاى د ښوونځيو زده كوونكي، قومي مشران او ځايي دولتي چارواكي، د ارواښاد استاد روهي د جنازې رالېږدولو په احترام ولاړ وو او په لاسو كې نېولي ګلونه يې د هغه پر تابوت شيندل. خوست والي معراج الدين پټان او ورسره د موټرونو ګڼ كاروان د خوست ولايت اړوند دوه مندو ولسوالۍ پورې د استقبال له پاره ورغلي وو او له كابله د رارسيدونكي كاروان سره يو ځاى بېرته د ارواښاد استاد روهي پلارني كلي پر لور راغلل. مازديګر مهال د ارواښاد جنازه د (سموات)كلي  ته راورسېد، دلته زرګونه خلك، سلګونه موټر استقبال ته ولاړ وو. خاورو ته د ده له سپارلو وړاندې او وروسته مراسم روان وو او د ولسمشر پيغام او خپله وينا خوست والي معراج الدين پټان ولوست، ژوندليك يې د كابل پوهنتون استاد محمداسماعيل يون ولوست، د ژوند او فن په اړه يې بريالي باجوړي، ميراحمد ګربز، رهنورد زرياب، د خوست پوهنتون ريس فيض محمدفياض، ډاكټر عثمان، شريف ځدراڼ او ځينو نورو خبرې وكړې.  درې شپېته كلن استاد روهي، چې د ژبو او ادبياتو او ښوونه اوروزنه كې يې تخصص لاره، په همدې برخو كې ګڼې ليكنې او چاپ او ناچاپ اثار لري، ارواښاد لس كاله وړاندې په جرمني كې وفات او همالته امانت خارو ته سپارل شوى و، او اوس د خوست مېشتو فرهنګيانو په غوښتنه او د ده خپلې كورنۍ، همزولو او خواخوږو په همكارۍ خپلې خاورې ته ولېږدول شو. په خوست كې يوه مشهوره ليسه او د خوست پوهنتون د غونډو نوى تالار د ارواښاد روهي په نوم نومول شوي او ځينو دوستانو يې د ناچاپو اثارو د چاپ ژمنې هم كړي دي.     ",ارواښاد روهي په خپله خاوره كې خاورو ته وسپارل شو 2901,," نتکۍ - کابلد متحده عربي اماراتو مخابراتي شركت په افغانستان كې د موبايل ټيلفون د خدماتو د وړاندې كولو جواز ترلاسه كړ. د العربيه تلويزيون د راپور له مخې له هغه تړون سره سم چې دې شركت د افغانستان د مخابراتو له وزارت سره كړى دى د متحده عربي اماراتو د مخابراتو شركت به تر پنځلس كالو پورې په افغانستان كې د ټيلفون جي ايس ايم سيستم جوړوي . له دې شركت سره دا تړون دڅلوېښت مليونه او يو لك ډالرو په وړاندې شوى دى.اټكل كېږي چې د دې موبايل شركت خدمات به د راتلونكي كال تر پيله پورې پيل شي .په راپور كې ويل شوى چې پنځلس كاله وروسته د دواړو خواوو په موافقې تړون اوږدېدلى شي . ",په افغانستان کي د موبايل ټيلفون نوی شرکت جوړيږي 2902,," نتکۍ - کابل آيا باور مو كېږي چې د تېلفون يو نمبر دې په نژدې درې مليون ډالرو خرڅ شي ؟په قطر كې د موبايل ټيلفون يوه شمېره په لس مليونه قطري رياله چې دوه مليونه او اووه لكه پنځه پنځوس زره ډالره كېږي وپلورل شوه.د دې نومرې يا شمېرې كمال دا دى چې ډېره آسانه په ذهن كې پاته كېږي .فرانس پريس آژانس د قطر د خبري آژانس له مخې په راپور كې ويلي چې دا شمېره يعنې اووه ځلې شپږ (۶۶۶۶۶۶)په قطر كې نادره او استثنايي شمېره ده ځكه چې اووه وارې يوازې يوه نومره پكې تكرار شوې ده .په هغه ليلام كې چې د دې شمېرې لپاره جوړ شوى ؤ اتو تنو برخه اخيستې وه خو چا چې دا شمېره رانيوله ، نوم يې په ډاګه نه شو. ", قطر:د تېلفون يو نمبر په نژدې درې مليون ډالرو خرڅ شو 2903,هارون خپل - انګلستان," ګرانه احسان صاحب ! سلام عليکم ؛ نه پوهېږم، چي څه حال به دي وي؟!  زما خو زړه اور اخلي .  تر زړه مي کرږي او غلبلې پورته کيږي .  پرون مي د پنجوايي د ولسوالۍ  پر ځينوکلو باندي د بمبارېيو او زموږ د بې ګوناوو عزيزانو د قتل عام خبرونه واورېدل . له دې وحشتناکو خبرونو سره مي د« صالحان »،«  پاشمول »،«  زنګاوات » او« سپېروان » په کلو کي د هغو شنو انګوري باغونو په منځ کي، دمېلو او بانډارونو خاطرې را په ياد سوې، چي لږ او ډېر دېرش کاله مخکي مي  له انډېوالانو اوهمزولو سره لېدلي وو . نه پوهېږم، چي لوی څښتن به زموږ د اوښکو دا سېلاوونه کله دروي ؟! ماته خو په عقل او پوهي سره، سمدستي د علاج څه لاره اوګودر نه مالوميږي . زموږ په نياز او دعاوو کي هيڅ اغېزه نه ښکاري . خوله دې ټولو خبرو سره سره، د خدای پر لويي او قدرت ټينګ باور لرم . يوه ورځ به زموږ او ستاسي سوځلي او وران کور ته، د سولي او ورورۍ پريشته را ورسيږي . نن په دې دردناک اوژړونکي حال کي دوې غزلي  درلېږم، چي دواړي يې د ميني او درد دنياانځوروي . هيله ده دبينوا ويبپاڼي لوستونکو ته زما ددرد دا اواز ورسوﺉ ! له خدايه دي  روغ، جوړ او خوشاله غواړم .   خپل      زيــــــــــــــارت نن زړګی مي بـــــــــيا موجونه وهي کـــــــــــــــورته دپتنګ په دود ټــــــوپونــــــــه وهي اور تــــــــــــــــه د اسير مرغه ټوپونــــــــــــــــــــــــــــــــو ته نظــــــر کړه! هسي رنګ مي روح پرواز کړي د يار لــــــــور تــه کله زانګم د خــــــــــــاطر مستو ټـــــــالو کــــــــــــــــي چي مي ېــــوسي د ماشو يــادو شــــــــــــــور تـــــــــه « سرپـــوزه » مي د زړګي پر تخت جلـوې کــــړي « کوکران » کي مي جذبه د« ميروېس » ګور ته نن يي نه ويــــــنم د ګُلـــــــــو هـــــار بهـــــار بــــــيـــــا هـم مي زړه چــــــوي يــارانــــــو درې څلــــــور تــــــه خُدايـــه څه بـــــــلا راغــــلې پر دې خلکــــــــــــــــو؟! چي صــــر فه نه کـــړي په وينو خور و ورور تــــــــه نن د خـــــــپلو او پــــــردو لـه جَـــــــوْر و ظُلمـــــــــــه افغـــــــــان تښتي هر دوږخ ، مرګ و لاهــور تــــه چي په ټا نک و توپ نازيــــــــــــــږي د پرد ېيـــــــو نامرد شــــــــــاکړه د افغان ننګ و پېغور تــــــــــــه اوس چي زړه د عشــــق په تېغ پرهر پرهر ســــــو زه به کله سر اِيږدم د غــــــــــــــــليم زور تـــــــــــــــــه د« خليـــل » دکعـــــــبې مينه مي سوه هېـــــــــــره نن روان چي يــــم زيــــارت د پلار و مــــــور تـــــه په ديـــــدار يي ددې خوږ زړګي تســـل کـــــړم زه هارون يې څـــــــه اسره نـــــه لــــرم نــــور تـــه خپل   مه کړې !  خدايه څوک د چاد عشق ديوانه مه کړې! څوک دچاد خوږ نظر نُښانه مـــــــــــه کړې! نامُراده به يې تـــــــل خاوري پر سر وي دچا زړه، اروا د يار وېرانه مــــــه کړې! دملنګ په دود به فقر پر بـــل در کړي څوک بندي د بل د دَر، آستانه مــه کـړې! چي خلاصون يې په ژوندون له بنده نســـي هيڅ بندي په داسي بند، جېلخانه مه کړې! د دنيا، عقبا په دام به نه کښېــــــوزي دچا زړه په خرابات، مېخانه مه کړې! چي مستي يې لېونتوب پاروي زړه کي دا نشه په هيڅ ساغر،  پېمانه مه کــړې! چي وروست بوی يې تر اسمانه رسېدلی  دچا حُب پر دې بازار، زمانه مـــــــه کړې! خپل، پردي چي يې په کاڼو، تيږو ولـــي  ربه څوک په هسي رنګ بېګانه مه کړې!  حقيقت دعشق ور وښيه په سترګـــــو  دعاشق هيله، وصال افسانه مه کړې!  چي کشمير ښکاري هر چا ته خپلي مېنـــي څوک په درد د بې کورۍ، بېلتانه مــه کړې! د توحيد په تېغ به ذبحه او فنــــــــــــــــــــاسي هيڅ سماعېل د خپل خليل شُکرانه مه کړې! ماهارون د ميني اور پر زړه منـــــــلی  هرهر بل ددې انګار پروانــه مه کړې!   ",""" زما خو زړه اور اخلي . تر زړه مي کرږي او غلبلې پورته کيږي .""" 2904,استاد نجيب منلی," استاد نجيب منلی – فرانسه د افغانستان پر جغرافيايي موقعيت او د سيمې پر تاريخي – فرهنګي جوړښت د هغه پر اغيز ، ځای او بې ځايه ډېر څه ليکل شوي او بيا بيا يادول يې چندان ضروري نه برېښي. په خپله په افغانستان کې د بېلابېلو قومونو او ژبو شته والی هم د همدغه موقعيت او له هغه سره د تړلو تاريخي پېښو زېږنده ده نو که د تاريخ زده کړه د اوسنيو پېچلو واقعيتونو د درک کونجي په لاس راکوي، همدا راز د اوسنيو واقعيتونو علمي څېړنه او پر هغو په دقيقه توګه پوهېدل کولای شي د تېر په اړه ډېر په زړه پورې مالومات راکړي. د افغانستان د ژبو په اړه له نولمسې پېړۍ راهيسې څېړنې شوې دي چې علمي ارزښت يې د ليکوالو د پوهې او سياسي موخو په نظر کې نيولو سره خورا نابرابر دی، خو دا څېړنې نه د څومره والي له لحاظه او نه د څرنګوالي له لحاظه دومره دي چې د افغانستان د بشري جغرافيا په هکله د څېړونکو او زده کوونکو علمي تنده پرې ماته شي. په ١٩٥٧ کال کې سويسي پوهاند جورج رېدار د ختيځپوهانو په څلېرويشتم نړۍوال کانګرس کې د افغانستان د ژبو او لهجو د اتلس د جوړولو وړانديز وکړ چې بيا يې د افغانستان د دولت او د کابل پوهنتون د علمي پرسونل په ملاتړ عملي کارونه پيل شول. د ١٩٦٢ کال څخه تر ١٩٧٢ کال پورې د افغانستان په ٢٥٢ بېلابېلو سيمو کې پلټونکو د معياري پوښتن پاڼو پر مټ ژبني مواد راټول کړل. له دغو ٢٥٢ څېړنپاڼو څخه يې تر نيمايي ډېرې (١٣٠) د پښتو ژبې پورې اړوند وې. په ١٩٧٠ يمو کلونو کې افغاني او بهرنيو علمي مرکزونو د دغو مالوماتو د شننې او ځيرنې د پاره له يوې خوا د مېتودولوژۍ پر جوړولو کار وکړ او له بلې خوا يې لومړنۍ لاسته راوړنې د پوهانو ټولي ته وړاندې کړې. د نولسمې پېړۍ له نيمايي راهيسې د انګرېزي پښتو پوهانو په پيروۍ د پښتو ژبې ګړدودونه د ”ښ“ او ”ږ“ د تلفظ پر بنسټ په دوو سترو ډلو وېشل کېدل: د هغو سيمو ژبه چې دا غږونه يې د ”ش“ او ”ژ“ په شان ويل ”مغربي“ - ”پسته پشتو“ و نومول شوه او د هغو سيمو ژبه چې دا غږونه په کې د ”خ“ او ”ګ“ ويل کېدل ”مشرقي“ - ”کلکه پختو“ و بلل شوه. د دې تر څنګه د ځينو غږيزو فونېمونو د اووښتون پر بنسټ د ”وزيري اووښتون“ په نامه يو مفهوم را منځ ته شو چې په دوو کورونو د پښتو د ګړدودنو د وېش تر څنګه به يادېده. د افغانستان د ژبني اتلس د کار په لومړنيو لاسته راوړنو کې يوه د پام وړ لاسته راوړنه دا هم وه چې په پښتو ګړدودونو کې د ”منځنۍ لهجې“ په نامه يو بل ګړدود هم و منل شو چې د پکتيا، لوګر، وردګو ، کابل او تر يوه حده د ننګرهار او غزني د لهجو ځانګړتيا يې څرګندوله. د دې تر څنګه يو شمېر نور ژبنۍ ځانګړتياوې هم د څېړنو جوس ته ور ننوتې (د ”ج“ / ”ژ“ / ”ز “ پر له اووښتل يا د ”ش“ او ”س“ پرله اووښتل) چې تر هغه وخته پرې چا کار نه و کړی. له بل لوري پوهانو د افغانستان د بشري جغرافيې په برخه کې يوه نوي څېړنيز ډګر ته هم لار ومونده چې د ګړدودونو د تحليل او تجزيې پر مټ يې کولای شول د قومونو (په تېره د پښتنو قبيلو) د لېږد رالېږد د تاريخ په اړه هم ارزښتناک مالومات تر ګوتو کړي (چې د ليکليو معتبرو لاسوندونو د نشتوالي سره، داڅېړنلاره خورا ارزښتناکه برېښي).  په افغانستان کې جنګونو او سياسي بدلنونو د افغاني پوهانو او غربي پوهانو تر منځ اړيکي پرې کړل او تر کومه ځايه چې ما ته پته ده، د افغانستان د ژبني اتلس کار هماغسې نيمګړی پاتې شو. په دې وروستيو لسيزو کې په غرب کې د پښتو څېړنو بهير ډېر پڅ دی. ستر منل شوي استادان لکه ګيورګ مورګينستيرنې، جورج رېدار او مېکينزي له دنيا ولاړل، په افغاني پوهانو کې هم سترې سترې سټې د ګور خوراک شوې . ځوان علمي کول په داسې شرايطو کې زده کړې کړې دي چې که ووايم چې تر اوسه د تلليو استادانو د ځايناستو څرک لګول ناشوني برېښي څوک به را نه خوا بده نه کړي. د افغانستان د ژبني اتلس د سرلارو څېړونکو له ډلې ، تر کومه ځايه چې زه خبر يم،په افغانانو کې استاد مجاوراحمد زيار راپاتې دی، چې خدای دې يې سيوری د پښتو ژبپوهنې له سره نه کموي. (ښاغلي ثناءلله ثنا هم په دې برخه کې ډېره خواري کړې، خو له څو کلو راهيسې يې احوال نه لرم، که زما دا ليکنه ورورسېږي، سلام او درناوی مې دې ومني) او په غربي پوهانو کې استاد شارل کيفېر لا هم راسره دی. زه نه ژبپوه يم او نه وګړپوه. اصولاَ خو بايد ما په هېڅ وجه دا زړه نه وای کړی چې پر دغه موضوع څه وليکم مګر دا مې و ګڼله چې کېدای شي چې دغه لږ مالومات چې ما سره وو د ځينو ځوانو پښتنو د پاره جالب وي. له بل لوري دا هم راته د پښتو ژبيو له خوا ستره ناشکري برېښېده چې د تلليو پوهانو په ياد کې د داسې يوې سترې پروژې پيلوونکي پوهان د نوي کول هېر شي نو غوښتل مې چې په دې ډول يې ياد تازه کړم. پوهاند زيار تراوسه پر پښتو پوهنه ډېرې لوريېنې کړې دي او لا لګيا دی کوي يې د پښتو ژبې د يوه زده کوونکي په صفت هم ترې په خپله هيله کوم او هم نورو دوستانو ته بلنه کوم چې استاد و هڅوي چې د دغو څېړنو د جزئياتو او لاس ته راغليو پايلو په اړه يو څه راباندې ولوروي. که څه هم استاد د خپلو تېرو کارونو په بيا خپرولو کې هم ډېر بوخت دی، د پښتو لېکزيکولوژۍ (لغت پوهنې) په برخه کې هم فعال دی، خو دافغانستان د ژبني اتلس د پاره د راټولې شوې پانګې په رڼا کې د پښتو ګړدود پوهنې اړوند به د پوهاند سېب په لاس ليکلي مواد (که څه هم له سلو پاڼو ډېر نه وي) د پښتو ژبې د څېړونکو او زده کوونکو د پاره ترلسګونو سيندونو، قاموسونو، تاريخي کتابونو او سياسي ليکنو ډېر ګټه ور وي. هيله ده چې زما دغه غوښتنه به تر پوهاند زيار پورې ورسېږي او هغه به يې د لورېينې له مخې په ځمکه و نه غورزوي. ", د افغانستان ژبنی اتلس 2905,," نظیفه غزل داکسان  چي يو د زابل ولايت د سرحداتو ريس ، بل دولايتي شورا غړى او بل دافغانستان د امنيت غړى ښودل شوى دى خو د پاكستان دولت ددې پيښې تصديق نه دى كړى ، دا كسان د كويټې د لورلايي په يو افغان پنډغالي كې د ځاى خلكو په وينا نيول شوي دي او په دوى شك دى چې له بلوچانو سره يې د پاكستان د دولت ضد دسيسه كې مرسته كولهځاى خبريال امانت حسين وويل چې دوى د پوليسو له نيولو وروسته د كويټې ښار ته بوتلل شوه  او تر اوسه يې لا برخليك نه دى روښانه . دا پيښه پرون ناوخته رامنځته شوې ده ",افغان دولتي چارواکي په پاکستان کي نیول شوي دي 2906,," نظیفه غزل د القاعدې مشر اسامه بن لادن په يو ټيپ كې ويلي دي چې د ستمبر د يولسمې د پيښې په تور نيول شوى ذكريا موساوي بې ګنا دى .ددغه تيپ چې يوې اسلامي ويبپاڼې خپور كړى دى وايي چې ذكريا موساوي د هغو ۲۱ كسانو په ليست كې نه ؤ چې د ستمبر پر يولسمه يې  پر امريكا ځانمرګي بريدونه وكړل . د روانې مياشتې په لومړيو كې د امريكا يوې محكمې ذكريا موساوي ته  پر امريكې د يولسم ستمبر دبریدپه جرم عمر قيد سزا واوروله ",اسامه بن لادن وايي زکریا موساوي بې ګناه دی 2907,ننداره," دپاکستان اولس مشر پروېز مشرف د صوبه سرحد والي قوماندان خليل الرحمان له خپلې دندې لرې کړى او پر ځاى يې يو پخوانى متقاعد جنرال علي محمد جان اورکزى دوالي په توګه ټاکلى دى -ويل کيږي چې په وزيرستان ، باجوړ او خيبر ايجنسيو کې بده امنيتي وضع اوددې په وړاندې د والي سوړ غبرګون ددې لامل شو چې دنوموړي ايالت چوکۍ ته نوى کس و ټاکل شي-نوى والي په خپله اورکزى پښتون  او د اورکزو ايجنسۍ اوسيدونکى دى -کله چې نوموړى په ٢٠٠٣ کال کې د سرحد ايالت د قول اردو مشر و په اول ځل د پاکستان قبايلي سيمو ته پو ځونه ولېږل شول ، په هماغه وخت کې په مومندو ايجنسۍ کې دپاکستان او افغانستان پوځونه په خپلو کې سره ښکر په ښکر شوي وو - ",په صوبه سرحدکې دقوماندان په ځاى جنرال والي و ټاکل شو 2908,ننداره," دپاکستان د ا طﻻعاتو او کولتور مرکزي وزير محمد علي درانى وايي افغان جمهور رئيس حامد کرزى بايد ددوى هغه وړانديز ومني چې په ګډه پوله ازغن سيمونه او بمونه ښخول غواړي ،ځکه چې دنوموړي په وينا په پرله پسې توګه د افغانستان نه ددوى لوري ته وسله ، وسله وال ،هيروين او تارياک اړول کيږي چې دا کار دوى د تشويش وړ ګڼي - محمد علي دراني وويل افغان جمهور رئيس بايد په دې خبره پوى شي چې د جنرال پروېز مشرف نه ښه دوست نه شي موندلى اودده په وينا که د افغانستان له لوري پر دوى باندې د تورونو لګولو لړۍ هم داسې پر مخ روانه وي نو ګټه به يې نه افغانستان ته وي نه پاکستان ته بلکه دده په وينا دا کار به مخالفو ته په ګټه وي -   ",پاکستان وايي افغانستان تر دوى غوره ملګرى نه شي موندلى 2909,," دولتې چارواکومنلې چې تيره شپه د هرات ښار پرله پسې ٥ درنو چاودنو ولرزاوه . چاودنې د هند قنسلګرى ته نږدې او په هغه سيمه کې رامينځ ته شوې چې زياتره بهرنيان په کې استوګن دي . هرات کې امنيتى چارواکى وايى چې چاودنو ځانې مرګ او ژوبله او مالى زيان نه درلود او په چاودنو کې دا ډول توکى کارول شوى چې يوازې جګ غږ د چاودنې په مهال ترې پورته کيږي . چاودنو تيره شپه هرات ښاريان له خوبه رابيدار کړل او سترګې په لار دي چې دولتى او امنيتى چارواکى په دې هکله څه ځواب لري . ",هرات ښار کې پر له پسې ٥ درندې چاودنې شوې 2910,," د ددولت په يوه خپره شوې پاڼه کې افغان ولسمشر حامد کرزي په کندهار کې د بمباريو په هکله د پلټنې او څپړنې امر کړى دى او ويل شوي چې افغانستان کې به د ائيتلافى ځواکونو مشر قوماندان ددغو بريدونو د سپيناوى په موخه ور وغواړي . چارواکو منلې چې دغو هوايى بريدونو کې ١٦ تنه ولسى وګړى مړه او ١٥ تنه نور ټپيان شوي دي. يو شمير ځايى اوسيدونکو بينوا سره په خبرو کې ددغو بريدونو مرګ او ژوبله لسګونه تنه ولسى وګړى ګڼى او وايى د استوګنې کورونه يې وران او ډير شمير اوسيدونکى له سيمې ګډه شوي دي . په پاڼه کې د ترهګر و عمل هم غندل شوى ، چې ددفاع په موخه د ملکى وګړو له استوګنو کورنو څخه د جګړې په مهال استفاده کوي .له بل لوري ولسى جرګې هم ددغو بريدونو غندنه کړى او له دولتى چارواکو يې غوښتى چې په دې اړوند ورته ريښتينى مالومات وړاندې کړي . ",کرزي د کندهار د بمباريو سپيناوى غواړي . 2911,," د ملى پخلاينې د کميسيون د هڅو له مخې چې مشرى يې حضرت صبغت الله مجددى په غاړه لري ٦٨ تنه مخالفين له دولت سره يو ځاى شول اود کميسيون د چارواکو په وينا له خپل مخالف څخه لاس په سر شول . دوى ته د يوې ناستې په مهال نن کابل کې د مجددى له خوا هرکلى وويل شو . چارواکو وويل ،نوموړو کسانو د طالبانو او د ګلبدين له اسلامى ګوند سره تړاو درلود . ",٦٨ تنه مخالفين له دولت سره يو ځاى شول 2912,," ", 2913,ميرويس جلالزي," محمد قسيم فاروقی چی ځان په هلمند کښی د طالبانو مشر بولی  په دی ليک کښی يی غوښتی تر څو بريتانيويان خپل ماشومان افغانستان ته راوانستوی که نه نو ټول به طالبان ووژنی .٣٥ کلن فاروقی چی په ستلايت تليفون يی تايمز ورځپانی ته خبری کولی داهم ويلی چی ښاغلی تونی بلير دی په دی پوه شی چی دوی په هلمند کښی له ٢٥٠٠ تر ٣٠٠ چمتو چنګيالی لری او ګن شمير نور هم په خپو کورونو کښی د طالبانو د بلنی پيغام ته شيبی شميری .هلمند د افغانستان يو له هغو ولايتونو ده چی په تيره يوه اونی کښی پکښی څه پاندی ١٥٠ تنه مخالف جنګيالی او د ولتی سرتيری وژل شوی دی .بريتانيا وايی څه پاندی ٢٣٠٠ سرتيری به تر څو ورځو په افغانستان کښی په دندو وګماری . ",طالبانو د بريتانيا لمړی وزير ته پيغام استولی 2914,ميرويس جلالزي," هغه خبرونه غلط دی چی افغانستان غواړی د ايران او امريکی تر منځ منځګړيتوب وکړی په ايران کښی د افغانستان سفير محمد عمر داودزی وايی مطبوعاتو هغه رپوټونه نا سم خپاره کړی چی وايی افغانستان به د دی دوو ځواکو تر منځ منځګړيتوب وکړی .نوموړی وويل چی د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت د ويناوو څخه نا سمه مفکوره خبری رسنيو پورته کړی ځکه افغان ولسمشر به تهران ته په خپل سفر کښئ له دی هيواد سره په دوستانه اړيکو خبری وکړ ی.داودزی وايی د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايی چی دوی په سيمه کښی د امن او ثبات غوښتونکی دی.تيره اونی د افغانستان او بهرنيو خبری رسنيو په رپوټو کښی راغلی وو چی افغانستان غواړی د ايران او امريکی تر منځ د ايران د ا تومی لانجی په اړه منځګړيتوب وکړی. ",افغانستان په سیمه کي د امن اوثبات غوښتونکی دی 2915,," ميدان ښار۲جوزا ۱۳۸۵: دنرخ ولسوالۍ گڼوعلماء كرامو او  مشرانو دميدان وردګو ولايت له والي ښاغلي عبدالجبار`نعيمي` سره دولايت په  غونډيځ( تالار) كې وليدل.نوموړيو مشرانودناستې په ترڅ كې له ښاغلي والي څخه وغوښتل چې د نرخ ولسوالۍ په اقچه نومې كلي كې  دباران، چينو او واورې ،اوبو دساتلو په موخه بندجوړ كړي. يوۀ مشرمحمدګل وويل:`` پخوا ميدان ښار ميدان درلود او ښار ېې نه ؤ، خو اوس هغه تش ميدان، په` ميدان ښار` بدل شوىدى... مونږ داوبو له ستونزو سره مخامخ يو، كه چېرې په  اقچه كې داوبو بند وتړل شي، نو دزرګونو كورنيو ستونزه به ورسره حل شي،  او كرنه كې به دپام وړ پرمختيا وشي. هيله ده چې والي صاحب راسره په دې اړه مرسته وكړي.``  دسيداجان په نامه يوۀ بل قومي مشر وويل:`` ... والي صاحب راته يواوبه نه دي لږولي او يو ېې راته قولبه نه ده كړې، نور ېې راته هر څه كړيدي. وړاندې  په ميدان  ښار كې بيخي اوبه نه وې اوس  له مخكې نه ښې شويدي..... مونږ دكرنې لپاره ذیاتواوبو ته ارتیا لرو، ډېر نيالګي مو وچ شويدي... دپسرلي موسم ده. او اوبه پرېمانه دي.كه چېرې ددغو درې مياشتو اوبو ساتلو لپاره بند جوړ شي، نو له ډېرو مشكلاتو نه به بې غمه شو!``دحاجي ناصر په نامه يوه بل تن قومي مشروويل:``كه چېرې په اقچه كې بند جوړشي، نو دیرو خلکوته به او به برابرې شي. او له زرو،كورنيو نه  ډېرې كورنۍ به په برق شي.``   دقومي استازيو له خبرو او وړانديزونو وروسته ښاغلي نعيمي،  ډاډ وركړ چې د بند په جوړولوكې به ورسره هر راز مرسته وكړي. اوله قومي مشرانو ځنې یی وغوښتل چې دامنيت په ټينګښت كې له دولت سره لاس يو كړي.اوكه په ادارو كې كومه ستونزه لري، كولاى شي چې دولايت مقام ته مستقيمآ رجوع وكړي.   پاى كې پر ټولوقومي استازيو قران كريم وويشل شول. اوناسته پاى ته ورسېده. ",دنرخ ولسوالۍ مشران دنوي بندتړل غواړي 2916,," غورولايت کې ناپيږانده وسله والو کسانو ددغه ولايت د شهرک ولسوال ارباب محمد اود محکمې قاضى مولوى نسيم سره له ٢ تنو ساتونکو د يو وسله وال بريد په ترځ کې تيره ورځ وژلى دى . په دغه بريد کې ٢ تنه نور ساتونکى ټپيان شوي دي . د غور مرستيال بينوا سره د بريد پخلى کړى او وايى په دې اړوند يې په سيمه کې پلټنې پيل کړي دي . همداشان د غور يو بل اوسيدونکى پرون بيا په هرات ښارکې چې معلم غنى نوميږى دناپيږانده کسانو په ډزو سره وژل شوى دى . د کابل د پغمان ولسوالۍ د يو جومات ملا امام مولوى حميدالله هم وړمه شپه وژل شوي دى . ",غور کې يوولسوال ،قاضى او ٢ساتونکى يې وژل شوي 2917,," ", 2918,ميرويس جلالزي,"  د کندهار د ٢٠٥ نمبر اتل قل اردو قومندان جنرال ر حمت الله روفی ويلی چی دا نښته تيره شپه را منځ ته شوه چی په ترڅ کښی يی له بم غورڅونکو الوتکوو هم کار اخيستل شوی .د روفی په وينا چی د نښتی اصلی ځای د ترينکوت ولسوالی وه چی ٣ دولتی سرتيری پکښی ژوبل شوی هم دی.له تيری يوی اونی راپدی خواه لږ تر لږه ٣٠٠ تنه دولت سرتيری مخالف جنګيالی او ملکی وګړی په سويلی افغانستان کښی وژل شوی دی ", ارزګان :څلور دولتي سرتيری او ۶۰ - اورپکي وژل شوي 2919,," افغان لوړ پوړىفوځى چارواکى کندهار کې منلې چې ارزګان ولايت کې د هوايى بريدونو له امله څه باندې ٦٠ تنه شکمن وسله وال طالبان وژل شوي دي . د کندهار د اتل قول اردو مشر جنرال روفى بينوا سره په ارزګان ولايت کې د ملى اردو د عسکرو او طالب جنګياليو تر مينځ د جګړې خبره ومنله او زياته يې کړه چې جګړه هغه مهال پرون د ترينکوټ ښار ته نږدې د مرغاب سيمه کې پيل شوه چې طالب وسله والو د ملى اردو په کاروان وسله وال بريد وکړ . ده ومنله چې په دغه بريد کې ٤ تنه دولتى عسکر وژل شوي او ٣ نور ټپيان شوي دي . روفى زياتوي چې د ځوابيه بريد په ترځ کې طالب جنګيالى نږدې غر ته وتښتيدل ،چې وروسته په دوى او مورچو باندى يې هوايى بريدونه تر سره شول او تر ٦٠ ډير په کې ووژل شول او ٣٠ نور ټپيان شوي .روفى څرګنده کړه چې اوس هم سيمه کې تصفيوى عمليات روان دي او جګړه نشته .د طالب جنګياليو يو وياند ترينکوټ ته نژدې د يووسله وال بريد پخلۍ کوي او وايى په دغه بريد کې ١٠دولتى عسکر او ٢ تنه طالبان وژل شوي دي . ",ارزګان کې ٦٠ تنه طالبان او ٤دولتى عسکر وژل شوي 2920,," افغان ولسمشر حامد کرزي نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د امريکا تر مشرى لاندې د ائيتلافى ځواکونو مشر قوماندان ( کارل ايکن بيرى) د کتنې له پاره ورغوښتۍ چې د خبرو جزيات لا نه دي خپاره شوي . يوې باورى سرچينې بينوا ته وويل کرزي په کندهار کې د يکشنبې په هوايى بريدونو کې د ولسى وګړو په وژنه ډير خفه شوى او نوموړۍ قوماندان يې د سپيناوى او کره مالوماتو د ترلاسه کولو په موخه ورغوښتۍ دى .کندهار والى د اونۍ په ترځ کې ومنله چې په دغه بريدونو کې ١٦ ملکى وګړى مړه او ١٥ نور ټپيان شوي دي . مګر ځايى اوسيدونکې دوژل شوو ولسى وګړو شميره لسګونه تنه ښيى . له بل لورى د ائيتلافى ځواکونو يو وياند ويلى چې ځواکونو يې بمبارى نه ده کړى ، يوازې له چورلکو څخه يې د توپونو ځوابيه ډزې په هغو ځايونو کړې ، چې له هغه ځايو نه په دوى ډزې کيدې . ",افغان ولسمشرد ايتلافى ځواکونومشر وروغوښت 2921,," هلمند کې نن له غرمې وروسته يو وزر څلور ماشينه فوځى الوتکه ګرشک هوايى ډګر کې د ښکته کيد په مهال غورځيدلې ، چې تر دم ګړۍ يې د غورځيدو لامل نه دى څرګند . په سيمه کې عينى شاهدانو بينوا ته وويل ، دوى داسى لويه الوتکه وليدله چې د ګرشک هوايى ډګر د پاسه ترې نه لوګۍ جګ شو او اور يې اخيستى وو . د دوى له قوله الوتکه په هوا کې ډيره جګه نه وه ، چې د اور له لمبو او لوګي سره يو ځاى په ځمکه راپريوته . په وروستيو رپوټونو کې راغلى چې نوموړى الوتکه کې کابل کې د بريتانيا سفير (سټيفن ايوانس ) هم وو. په پېښه کې چاته ځانى مرګ او ژوبله نه ده رسيدلې . د طالب ډلې يو وياند قارى يوسف ادعا کړې چې الوتکه ددوى پلويانو په ميزايل ويشتلى . الوتکه افغانستان کې د بريتانيا په فوځونو پور ې تړاو لري . ",يو وزر الوتکه هلمند کې غورځيدلې 2922,خيبر - ماسکو," خیبر د روسیې دولت پتېیلی ده چې  د دغه هیواد د پیسو د (روبل) د اسعاري کیدو په  باب لازم ګامونه پورته کړی. په دې هکله د (روسیې غږ راډیو) د تیری جمعې د ورځي په خپلې یوې تبصره کې په دغه هیواد کې روسیې پیسو د اسعاري کیدو په هکله داسې وویل: د روسیې جمهور ریس، ولادیمیر پوتین، د هیواد پارلمان ته  په خپل کالني پیغام کې د روان کال د جولای له لومړی نیټې نه د روبل د اسعاري بدلون د پیل کیدو په باب  د غږیدو په ترڅ کې په ټینګار وویل چې بهرنې اتباع باید د روسیې روبل ته هم دداسي اسعاري پیسې په سترګه وګوري لکه چې ډالرو، یورو او یا ینو ته ګوري. په اوسنې وخت کې د همدغه کار د کیدو لپاره په ماکرو اقتصادي سطحه ټول شرایط چمتو دي . د روسیې د سرو زرو او اسعارو را غونډ شوی حجم د د دې وس لري چې د چلیدونکو روبلونو ټوله نغدې کتله تر دوو ځلو هم زیاته پټه کړي او دا د زیات شمیر نورو اسعاري بدلیدونکو پیسو د ملاتړ تر معیار لوړ معیار دی. د روسیې د مالیې وزیر، الکسې کودرین، د اورال په فدرالی حوزه کې د خپلی وینا په  وخت کې اعلام وکړ چې د جولای له لومړۍ نیټې نه به روسیه د پانګې  پر رواړل کیدو او ایستل کیدو هغه محدودیتونه لری کړی چې د ۱۹۹۸ کال له ډیفولټ نه وروسته لګول شوی وو. د روسیې د مالیې د وزیر له خولې، د دغه ګام د پورته کولو په  نتیجه کې به د روسیې د پیسو ارزښت لا زیات شي او بهرنۍ پانګه وال به نور هم دې ته وهڅوی چې په روسیه کې خپل بیزنس (سوداګري) وکړي . سر بیره پر دې، د انرژۍ لرونکو موادو په وړاندي د لوړي غوښتني په شرایطو کې د روسیې تجارتي انډیوالان دې ته چمتو دي چې دغه مواد له روسیې نه په هر ډول اسعارو او په هغه جمله کې د روسیې په روبلو هم راونیسي. او په دغه ځای کې د هغې دندی سرته رسول خاص اهمیت پیدا کوې چې جمهور ریس د هیواد پارلمان ته په خپل کالنی پیغام کې په روسیه کې د انرژۍ لرونکو موادو د پلورنې د بازار د جوړولو په اړه وړاندی کړ. د روس بیزنیس کانسالتینګ د (روسیې د سوداگرۍ مشورتي شورا) د آژانس د تحلیلګر، الکساندر یاکوف لیف، په نظر، په روسیه کې د انرژۍ لرونکو موادو د پلورون د بازار جوړول د خپلو اومو موادو د سوداګراۍ د بازار د ودی لپاره ډیر مهم ټکی دی. هغه د یوې مرکې په ترڅ کې وویل، د دې امکان شته چې په دغه بازار کې فعالیت کولو ته ستر پانګه وال وهڅول شي . د دغه بازار د قیمتي کاغذونو رانیول کیدو او پلورل کید ته پراختیا ورکړی شي چې له هغو نه هم محتکرین او هم ستراتیژیکي پانګه اچونکې استفاده وکړی. د الکساندر یاکوف لیف، په نظر، په روسیه کې د تیلو د داسي بازار جوړیدل چې په هغه کې به تیل په روبل وپلورل شې، د روبل د بشپړ اسعاري کیدو په لورې ډیر مهم ګام دی او د دغه بازار برخه وال به  د روسیې د روبلونو لرلو ته اړتیا ولری او له دغه بازار نه د دولت ملاتړ او ضمانت به د دې امکان ورکړي چې دغه بازار وده ومومې او د سیالۍ وس پیدا کړي . په  دغه لاره کې بریالیتوب به روسیې ته د دې امکان ورکړي چې خپل داسي اسعاري سیستم جوړ کړي چې په ډالرو پوري نه وي تړلی. ",د روسیې د (روبل )د اسعاري کیدو په لور ګامونه 2923,محمود نظري," کوچنۍ نجلۍ چې زګیروی یې وو پر غوا نوره هم ومښتله تر څو نوره هم د هغې تودوخه حس  او ځان  پرې تود کړي، غوا هم  لکه سکه مور غیږ ه ورته پراخه کړه او پر وېښتانو یې د مهربانی ژبه ور تیره کړه.په غوجله کې هاخوا یوبرګ خر ولاړ سر یې په اوخور کي دننه او کرۍ شپه د واښو په خوړلو بوخت وو  اود غوجلی په منځ کي  بیا دوې وزې مخ په مخ پلنی او د شخوندپه ژبه یې  د یو بل سره د زړه خواله کوله.د غوجلې هوا نمجنه او د بد بویي خړوسکي او توښ ترې پورته کېده ،او په کې تکه توره تیاره وه، خودبام دکوشني کولک نه د سپوږمی وړانګو یوه لپه غوندی ځای  لکه شمع روښانه کړی وه.  د منی آرامه شپه وه یوازی له غوجلي نه د شخوند او زګیروي ږغونه ورو ورو راپورته کیده.سپېدی مهال  د چرګانو د بانګونو او دمرغیود چنهار سره د غوجلي پنډه پينه یې پرده پورته شوه اوترې     توری غټیګردی پړسېدلي سترګې راښکاره شوې  ، دیخوا هاخوا یې لکه ویرې اخېستی او ترهیدلي سوی سترګې و لغړولې، بیا د سپره کوشنۍ مخ ،کوډله وېښتانو  ،پړسیدلی وچ شونډانو شکېدلي ګریوان ،لوڅو پښو  او جړانګي بړانګي لکهټاټ کمیس سره په څلورو را بهرشوله، په بیړه لکه مږه غوندی   څو واری غوجلي ته بهر او دننه شوه او چې ډاده شوه څوک نشته د ویالې خواته  یې په څلورو  منډه کړه اوپه اوبو کي یې خرچلکی کړې او بیرته ژر غلې په غوجله ننوتله او بیا یې په هغه زړه او ماته ږمنځ چې هلته یې په پروړو کې موندلې وه لومړی   د غوا بیا د خره او د وزو وېښتان په وار سره لکه هره ورځ ور ږمنځ کړل.د هغې تښۍ، ملا او پښو درد کاوه ، پرون بیا د غوجلي کوټوال هغه د غوجلي نه بهر لیدلې وه ځکه هغې  پيتاوی ته د غوا ویښتان ږمنځوله .  هغه په سخته او شډله ژبه    کنځلی ورته وکړې اوبیا یې په تښۍ سر او شاڅو لغتې وواهله ، چې تښۍ یې تر اوسه درد کاوه او شپه یې هم تر سهاره په ایشدلی تبه تیره کړی وه.د توړۍ د پښو د ږ غ په اوریدو د وړې جنۍ   تندی  لا نوراوار شو او له خوشالۍ په دوو پښو ودرېدله.توړۍ د غوا لوشولو وروسته د پلو څوکه  پرانیسته او  یوه ټوټه ډوډۍ یې چې هلته غوټه کړی وه په ډار سره  وړې جنۍ ته ورکړه هغې هره ورځ یو څه : سوړسک، کورت ، ګوړه او ډوډۍ په پټه د خدای له ویری وړې جنۍ ته راوړله  اوکله کله به یې  هغې  ته یو غړوپ شودې هم په پټه ورکولې.وړې جنۍ نوره خپله ژبه هیره کړی وه د بودهګانو  سره یې په تیاره غوجله کې د زړه خواله کوله او بیا به د غوا په غیږ کي تر سهاره پراته وه او د هغې سره به یې شپشتی ، واښه او کونجاړه خوړلهکله کله به د ګاوندي دکور ماشوم هغې ته د بام له تېغې نه لکه  دچرګې دانه او میده ډوډۍ اچوله او هغې به په  ډار سره دانه په دانه له خټو نه  ټولوله او خوړله.دو کاله تیر شوی وه ، هغې هر څه هیر کړی وه هغې سوچ کاوه دا هم بوده ده او هر څه ورته عادی شوی وه.نن یې د نورو ورځوپر خلاف   د غرمې لخوا د پښو ږغونه واریدل ،ږغونه ورو ورو د غوجلی خوا ته نژدی کیدله ،د هغې غوږونه  د بې وخته ګامود ږغونو  به اوریدو بوڅ شول ،  د ګامو په نژدی کیدو سره  د هغې ډار نور هم زیات شو، لکه پاڼه غوندی رپېدله ، نود اوخوار تر څنګه د خپلو زنګونونه تر شا یې ځان  پټ کړ ، سترګې یې له ویرې  ډکي شوې، ژامه یې ریږدیدله، غوږونه یې بوچ او د پښو شمه یې ووتلی وه، زړه یې سخت درزېدی ، وړو وړو  یې سولګی  واهلې، اوغونجه منجه کښیناستله.  نا چاپه د غوجلی پنډه پرده پورته شوه د لمر د وړانګو سره څو تنه به غوجله ننوتله،هغې  خپل مخ او سترګې په خپړو وپوښلۍ  ، د پرون د لغتو درد یې لانور هم زیات حس کړ ، هغې تل  په خوب کي د کوټوال چخړنی پړسیدلی شنې سترګې، سره بخونه په نکریزو رنګ کړی څوکړه ږیره ،   اوبلنه خوله ، راوتلې خیټه  لیدله ،اوس یې هم هغه په پټو سترګو لیدی چې د دې خواته له څو نورو سره رانژدی کیږی،او دا تر لغتو لاندی نیسی.ځکه د دی پلار دد غوجلی د کوټوال د لور سره د نیولو په تور بندي شوی وو.یولاس وړه جنۍ له اوږی ونیوله. هغې هر کړۍ د لغتو د وارو انتظار کاوه نو ناببره یې له خولې یوه سوی کریغه ووتله  په پټوستر ګې یې په ډول ډول زاریو  شانتي چمو سره ویل غوښتل  چي نوره له  غوجلی نه نه وځم . یو پولیس خپل ورسره  سړی ته وویل :دا هغه جنۍ ده؟هغه ورته ښه وکتله او ویې ویل : هو .پولیس هغه په غیږ کي  راپورته او په یوه پټو کي  یې ونغښتله   او هغې ته یې په ځیر ځیروکتل:.خړه پړه    ډنکره وړه جنۍ چي   ایشدلی تبه یې  وه  ، د خولې له کونجه یې د وینو رابهیدلې  یوه وچه لیکه لیده کیده ، پړسیدلي شینه چاودی شونډان ، د منی د پاڼو غوندی تکه  ژیړه  چې پوستګی  یې پر هډکو موښتی وو،   له ویری رپېدله  ،په خوشایولړلې او سترګې  یې پوټی نیو لې وی ، له غوجلي نه بهر را ویستله . هغې ته د انسان غیږه بل ډول خوند ورکړ نوچوپ او نا خوځنده شوه. په سترګو کي یې د خوشالۍ اوښکې ولغړیدی  نو ورو یې سترګې پرانیستې ،سترګې  یې ژر ژر و رپولې ، پټه خوله وه  پولیس هغې ته اریان دریان کتل هېښ پاته وو هغه  هم په همدې سن لور درلوده او په کتو کتو  ورته خپله لور واېسیده د هغه  سترګې هم سرې او د اوښکو ډکی شوې د اوښکو څوغټ څاڅکی یې بې اختیاره توی شول  .  نووړه جنۍ یې نوره هم  پر سینه نوره  هم ټینګه کړهد وړې جنۍ  شونډی ناچاپه ورپېدې په ټیټ او ریږدېدلی ږغ یې ورو لکه ورۍ مازی تر ژبې لاندي  د مننې په پار وویل :  بع بع  دمحمود نظري ليکنه - ۲۴- ۵- ۲۰۰۶  ددې کيسې د کاپي کولو څخه ډډه وکړﺉ - بېنوا ويبپاڼه - ",بې وسه توتکۍ 2924,ډاکټر حسن - انګلستان," دې ملت ته مي خاطر ځکه پرېشان دی چي حيرت ته مي تر اوسه لا حيران دی   ممتاز کړی ويښ احساس دی له حيوان نه هسي وايي چي په نطق سړی ا نسان دی   دمومن د زړه په عرش کي خدای اوسېږي که هر څو ازاد له قيد  نه د مکان دی   څه علاج به کړم دداسي ټپي زړه زه چي موندلی يې په څړيکو کي درمان دی   هر سکون يې ژبغړاند لکه بلبل دی هر انداز يې د انځور غوندي ګويان دی   ستا د ياد دباران څاڅکي پرې اوريږيچي ګوهر مي په صدف کي دچشمان دی   ښکلي مخ ته په کتو ( حسن ) عادت شو پرېښودل د کوم عادت کله اسان دی د بېنوا ويبپاڼي له خپروشويو توکو د کاپي کولو او بياخپرېدلو څخه ډډه وکړﺉ ",غزل 2925,," پکتيکا کې تيره شپه ناپيږانده وسله والو کسانو د وازې خوا په ولسوالۍ کې د تيلو ٣ ټانکر و ته اور اچولى او ٣ تنه چلوونکى يې وژلى دي .د پکتيکا والى خپلواک د پېښې پخلى کوي او وايى وژل کسان ولسى وګړى دى . طالبان ادعا کوي چې نوموړو کسانو بهرنيو ځواکونو ته د سون تيل ليږدول . ",پکتيکا ٣ تنه چلوونکى وژل شوي 2926,," هرات والى سيد حسين انورى يوې خبرى ناستې ته وويل ام نيتى چاراکو دوه تنه ورانکار، چې د طالبانو له لوري په بادغيس او هرات کې د يو شمير ترهګر و او ورانکارو عم� �ونو د ترسره کولو له پاره ګمارل شوى وو ، نيولى دى . ده وويل مولوى سيد محمد او مولوى نجم الدين په هغه وسله ال بريد کې لاس لري چې څو ورځې وړاندى د بادغيس په لويه لار کې د يونيسف په موټر تر سره شو . ",هرات کې ٢ تنه ورانکار نيول شوي . 2927,محمدابراهيم ((سپېڅلى )),"  ښاغلى اح سان الله (( ارينزى )) دنن څخه پنځوس كاله وړاندي په كابل كي زيږيدلى اوخپلي لوړي زده كړي يې دكابل پوهنتون دح� �وق په پوهنځي كي ترسره كړيدي ،مخكي يې ( وردګ ) تخلص كاوه خوكله چي دسردارداؤدخان دواكمنۍ پرمهال سيمه ايز تخ� �صونه بندسول نوده هم دډيرونوروليكوالانو غوندي خپل تخلص په ( ارينزي ) باندي بدل كړ د ښکلا مجلې څخه مركه كوونكى محمدابراهيم ((سپېڅلى )) ښاغلى احسان الله (( ارينزى )) دنن څخه پنځوس كاله وړاندي په كابل كي زيږيدلى اوخپلي لوړي زده كړي يې دكابل پوهنتون دحقوق په پوهنځي كي ترسره كړيدي ،مخكي يې ( وردګ ) تخلص كاوه خوكله چي دسردارداؤدخان دواكمنۍ پرمهال سيمه ايز تخلصونه بندسول نوده هم د� �يرونوروليكوالانو غوندي خپل تخلص په ( ارينزي ) باندي بدل كړ چي لاتراوسه هم په دغه تخلص ليكني كوي چي تراوسه يې نهه كتابونه چاپ سوي چي څلوريې له خپل دماغ څخه ليكل سوي پښتولنډي كيسې دي اوهغه نوريې جغرافيايي اوادبي ژباړي دي چي هريويې پرخپل ځاى باندي ددرناوي وړدى . داچي ښاغلى (( ارينزى )) دادبياتوپه ځانګړي ډول دداستاني ادبياتوپرلورڅنګه مخه كړه زموږ همكار محمدابراهيم(( سپېڅلي )) ته يې ديوې مركې په ترڅ كي داسي وويل :  ځواب : � �يركلونه پخوادكندهاردډيرولويواستادانولكه (حبيبي) ،(بېنوا)،(رشاد)چي اوس په دې فاني نړۍ كي ژوندي نه دي اوځيني نورواستادانولكه : (رفيع) صاحب ،(هيوادمل) او...دشخصي ناستي اوولاړي څخه داخبره راپورته سوه چي زه دقلم اوكتاب دنياته راغلم اوڅونيمګړي كارونه مي سرته ورسول چي لاتراوسه ځيني ډاډه نه يم .  پوښتنه : ارينزى صاحب ! په ځانګړي ډول دلنډي كيسې لمن موڅنګه ونيول ؟  ځواب : ډيركلونه وړاندي ماته داسي برېښيدل لكه دهرانسان ژوندچي پخپله يوداستان وي اوهمدا سي هم ده كه تاسودهرچاژوندوګورى دحوادثويوه ټولګه ده چي دهغه څخه لنډي كېسې،ناول ياداستان هم جوړېداى سي . كه تاسوداوږدې لوي،لوي كيسې ولولىپه هغوكي قهرمانان موجوددي همدارنګه كه دافغانستان دادجنګونوكلونوته پام وكړونودهرافغان ژونديوداسي داستان دى چي په ډيرو نورو ځايو نوكي به يې بي� �ګي كمي ترسترګوسي زه ګمان كوم چي دغه مسائلوبه پرماهم اغيزه كړې وي اودلنډو كيسوخواته به راغلى يم اوپه دې ب� �خه كي مي يوڅه كارهم كړيدى چي زه يې نيمګړى بولم .  پوښتنه : ارينزى صاحب ! ستاسودكيسوتومنه څه شي ده ياكه داسي ووايم چي تاسوڅه ډول موضوعات دلنډي كيسې په لمن كي رانغاړى ؟  ځواب : ماډيركوښـښ كړيدىچي دغه دجنګونودوخت تاريخ اودهمهغه وخت دخلګوحالات چي ډير يو عجب حالات وو دلنډي كيسې په لمن كي راونغاړم البته ګم ان كوم چي په دې كي دښځوونډه ډيره زياته ده ځكه چي دجنګونواومهاجرتونوپرمهال دستونزوډيردروندباردښځوپراوږو� �نوزه چي اوس دخپلو دا ستانونوكيسې ترنظرتيروم وينم چي ټول كريكټرونه يې افغاني دي اوټولي پيښي په افغانستان كي رامنځنته سويدي . پوښتنه ستاسوپه آندديوې لنډي كيسې لپاره كوم شيان ډيرآړين دي ؟  ځواب : ددې سره چي پ� �يوې لنډي كيسې باندي دكلماتوپه حساب فكركيږي چي بايدڅوزره ياڅوسووه كلمات سره راټول سي اودهغوڅخه دي يوه لن� �ه كيسه جوړه سي خودلنډي كيسې دلويو استادانو د تجربو څخه چي ماڅه اورېدلي دي هغه دادي چي هره لنډه كيسه يوقه� �مان يااصلي كريكټربايدولري په ځينوكيسوكي كيداى سي چي دااصلي كريكټر( ځان ) نه وي طبعي عوامل وي لكه باد، طوفان اوياهم زلزله اوبيافرعي كريكټرونه هم ددوى ترمنځ ديوې معلومي پيښي په منځ كي دمنظموډيالوګونوسره وجودولري اوداپېښه بايدداسي راپيل سي چي بالاخره يوه منطقي پايله ولري اوپه دغه ځاى كي يوداوج ټكى موجودوي ترڅولوستونكي دارضاع ترپولي پوري ورسوي اوزمناًياده سوې كيسه په يوه ټاكل سوي وخت كي واقع سي نودغه مسائل ټوله په يوه لنډه كيسه كي ليكل كيداى سي البته داسي كيسې هم سته چي ديادوسووتوكوڅخه نيمايي پكښي نه ترست� �ګوكيږي خوهلته بيا د ليكوال قلم دونده ساحروي چي لوستونكي دغه كميوته هيڅ نه متوجه كيږي خوپكارداده چي ټول ذكر سوي توكي په يوه كيسه كي ليكوال وكاروي اوله پامه يې ونه غورځوي  پوښتنه : دځينوپېژندل سووكيسه ليكوا� �انوسره چي ماپوښتني ګروېږني كړي دي نودوى راته ويلي دي چي پرموږ باندي هم كيسه ،ډيلاګونه اوكردارونه داسي � �اوري لكه پريوه شاعرچي شعرراوري يعني مطلب داچي كيسه په زورنه ليكوبلكي خپله راته راسي تاسوپه دې اړه څه واياسته؟  ځواب : زه هم په دې عقيده يمه چي كيسه په زورنه ليكل كيږي اونه پريوه ځاى ليكل سويده ،كيداى سي چي ځيني مسائل دكوچنيوالي څخه دليكوال په ذهن كي وي ياكيداى سي هغه پيښه يوكال دوه كاله مخكي واقع سوې اوپر� �يكوال يې اغيزه ښندلې وي ،په يوه بل وخت كي به يوڅه ولولي يابه يوڅه واوري بالاخره داټول شيان دليكوال په ذهن كي دهغه له هغه موجوده ځواك سره چي دليكوال په ذهن كي سته يوځاى كيږي اوبيا ليكوال ورڅخه كيسه جوړوي ،زماسره خپله هم داسي كيسې سته چي پوره لس كاله وخت يې غوښتى دى آن داسي مسئلې لازماسره سته چي ديارلس كاله ورباندي اوړي خولا تر اوسه هغه څه چي ديولنډداستان لپاره اړين دي بشپړسوي نه دي نوليكوالان بايددكلونواومياشتوپه جريان كي ورته اماده سي ترڅويوه ښه كيسه وليكلاى سي . پوښتنه : دكوموليكوالانوداستانونه موخوښيږي ؟  ځواب : په افغاني ټولنه كي مي داستادرهنوردزرياب اوزرين ( انځور) كارونه خوښيږي ،ددې ځاى څخه چي ووزوپه نړۍكي دلنډي كيسې ډيرلوى،لوى استادان سته همداراززموږپه ګاونډي هيوادايران كي دلنډي كيسې ډيرپياوړي ليكوالان تي� �سويدي همدارازپه پيښاوركي هم دزيتون بانوپه څيرپښتنې اديباني پيداسويدي داستانونه يې ليكلي دي اوزماددوى نثرخوښيږي ،په غربي نړۍكي مي د( وهين ) ، (تولستوى ياګوركي) داستانونه خومي ژباړلي هم دي چي كيداى سي په دې نيژدې راتلونكي كي به ديوې ټولګي په بڼه چاپ سي اود( چخوف) كيسې مي هم ډيري خوښيږي  پوښتنه :ددغه ليكوالانوپه كيسوكي څه شي سته چي دونده موخوښيږي ؟  ځواب : دغه ليكوالانوچي دكوموموضوعاتولپاره قلم چلولىدى اوهغه م وضوع يې په خپل داستان كي كار كړېده نوكله چي يې زه لولم ماته خپل ځان په هغه صحنوكي ديادوسووكريكټرونوسره ډي� �نيژدې احساسيږي ،ماته هغه ډيالوګونه چي ددوى په كتابونوكي كارول سوي دي بيګانه نه بريــښي اوكله چي بياددوى ليكل سوې كيسه ،ناول ،داستان اويارومان پاى ته ورسوم هغه كارچي استادانوپه دې كتاب كي كړى وي زه يې اغيزه په ځان كي وينم نوځكه مي ډيرخوښيږي .  پوښتنه : كه په لنډوټوكوكي زموږلوستونكوته وواياست چي په كيسه ايزادب كي موڅه ډول موضوع له ځانه سره دكيسې ترپايه پوري بيايې ؟  ځواب : له بده مرغه زموږ ژونددافغانستان دتراژديود� �سيزوسره مل ؤ په دغه كلونوكي په افغاني ټولنه كي باروت ؤ،ويني وې ،مهاجرتونه ووياداسي پيښي وې چي ماته كله ،كله داسي شك پيداسي چي په داسي وختوكي به اصلاً مينه نه وه ځكه په هغه وخت كي موږ دواقيعت په يوه داسي ټيل م اټيل كي راګيرووچي اصلاً درومانټيكوموضوعاتولپاره مووخت نه درلودنودهمدې سببه زماګرسره دغسي كيسې خوښيږي چي دانسانانودكړاؤ ورځي پكښي بيان سوي وي خودژغورولودلاري سره يوځاى ياد افغاني ټولني هغه ستونزي چي پرخ� �ګوباندي تيري سولې بيان كړي خودوى ته دازيرى هم وركړي چي توري شپې تل نه وي اوشپه چي څونده تياره وي سهاريې بياهغونده روښانه وي .  پوښتنه :آرينزى صاحب!دلنډوكيسوځيني ليكوالان خپلي لنډي كيسې ډيري لنډي آن يومخ � �يكي خو ځيني ليكوالان بيادلنډوكيسوترسرليك لاندي ډيراوږده ،اوږده داستانونه خپروي اوس موږكومي يوې ته لنډه كيسه ويلاى سويعني دلنډي كيسې چوكاټ بايدڅونده وي ؟  ځواب :هغه كسان چي هم خپله لنډي كيسې ليكي اوهم كره كتونكي دي اودلنډوكيسوپه اړه يې لار ښوونيزكتابونه هم ليكلي دي دوى ديوه لنډداستان لپاره ددووزروڅخه ترڅ� �وروزروپوري كليمې مناسبي بللي دي البته داقطعي حدنه دى كيداى سي تردې يې كلمات ډير يالږوي .  په دنياكي ت� �ټولولنډه اوكوچينۍكيسه چي ليكل سوېده هغه دپينځه څلوېښتوڅخه ترپينځوسو كلماتو پوري ده،نوزماپه آندداپه � �يكوال پوري اړه لري كوم ليكوال چي ډيرساحرقلم ولري دى كولاى سي چي هغه مسائل په ډيرولږوكلماتوكي راونغاړي اوزه دلنډوكيسواوږدوالى دليكوال كمزورتيابولم يعني هر څوك چي په دې نه دى بريالى سوى چي خپل مطلب په لنډوجم� �وكي آداءكړي هغه هڅه كوي چي پر ګرافونه اوجملې تكرارراوړي ځكه دلنډي كيسې په اړه ويل سويدي چي (( دډوډوۍ پرميزيې راواخلې اودډوډۍ دخوراك په څنګ كي هغه ولولې اوپاى ته يې ورسوې . )) داسي فارموله هم سته چي لنډه كيسه معمو� �اًبايدلنډه وي . پوښتنه : دنكل اولنډي كيسې ترمنځ توپيرسته اوكه يالنډه كيسه دنكل پرمختللې بڼه بولى ؟  ځواب : دادواړه سره بې تړونه هم نه دي ،زموږ په افغاني ټولنه كي پخوادادودؤچي په ژمي كي به خلګ سره راټولېدل يوځاى به دسيف الملوك اوبدرالجمالې ياهم دنوروپخوانيوقهرمانانوروايتي كيسې چي كله،كله به سندري هم ورسره وې ويل كېدلې دانه يوازي په پښتنوكي بلكي په ټوله نړۍكي دغه حالت روان ؤ خوپه هغوځايوكي چي دنياعصري سوه ،ماشين � �اغلى ،تمدن راغلى اودنيانوې سوه نوهلته نوي ادبياتووده وكړه دپخوانيونكلونولمن ورو،وروټوله سوه اوځاى يې م عاصروادبياتودلنډي كيسو،ناول اونوروژانروپه ډول ونيو،زه په ځانګړي ډول په دې باوريمه چي نكل اولنډه كيسه دواړه سره بې ارتباطه نه دي اوزه لنډه كيسه دهغه پخوانيونكلونوادامه اونوې بڼه بولم .  پوښتنه : آرينزى صاح ب!ستاسوپه آندپه اوس مهال كي لنډه كيسه په پښتوادبياتوكي څونده اړينه ده ؟  ځواب : ډيره زياته،ځكه لنډه كيسه دهغه ادبي ژانرونوڅخه ده چي په نړۍكي ډيرلوستونكي لري د( اوهينري ) كتابونه په غربي نړۍ كي دمي� �ونونوټوكوپه تيراژسره خپاره سويدي اواوس هم تاسوكله ،كله اورى چي په آمريكايااُروپاكي دلنډوكيسويوه ټولګه خپريږي دوې اونۍ ورسته اورې چي دهغه كتاب لس ميلونه كاپۍ خرڅي سوي دي همدارنګه لنډه كيسه په دې ډيره اړينه ده � �كه مخكي چي مي تاسوته وويل چي هغه دچايودڅښلوياډوډۍدخوړولوپروخت يې ولولې ،پاى يې ته يې ورسوي اوخوندهم ځيني واخلي داپه دې چي په اوسنۍنړۍ اواوسني افغانستان كي لوستي خلګ ډيربوخت دي معمولاً دوى د اوږدومطالبواواوږ دوكيسولوستلوته بشپړوخت نه لري نوپه دې لحاظ زموږ ليكوالان بايدهم خپله كيسې وليكي اوهم دنوروژبوڅخه يې � �اوژباړي چي په هغوكي كافي قوت پروت دى .  پوښتنه : كه چيري په يوه ټولنه كي لنډي كيسې اودهغوليكوالان نه وي نوټولني ته به يې زيان څه وي ؟  ځواب : هغه ټولنه به داسي وي لكه زموږ ټولنه ځكه دلته موږدلنډي كيسې ډيرلږ� �يكوالان لرو،لنډي كيسې ډيري لږلرواوهمدغسي مونورژانرونه ډيرورسته پاته دي . داچي دهنري معاصري مدني زده كړوپه برخه كي بيوزلي يوهم دغسي موژوندهم په ټوليزډول بيوزلي دىكه موږټول مدني مظاهرولرو،لنډه كيسه ول� �و،دلنډي كيسې ليكوالان ولرو،كتابونه يې ډيرچاپ كړواوخلګ يې په مينه رانيسي اوپه مينه يې ولولي نودابه هغه وخت وي چي په افغاني ټولنه كي كُلي تغيرات راغلي وي .  پوښتنه : آياتاسودلنډي كيسې اودهغوى دليكوا� �انوزياتوالى ديوې پرمختللي ټولني نښه بولى ؟  ځواب : ضرور،ضرورځكه دادهغې ټولني لپاره دي چي هلته خلګ دكتاب ،لنډي كيسې ،ناول اوكتاب لوستني په ارزښت باندي پوه سوي وي نو داپوه سوي كسان هم كتاب رانيسي اوهم دليكوا� �انو درناوى كوي ،داټول يوله بل سره ارتباط پيداكوي اوټولنه پرمخ بيايې . پوښتنه : دلنډوكيسوځيني ليكوالان پخپلوكيسوكي ددې لپاره چي ډيرى لوستونكي يې كيسه ولولي بربنډي جملې كاروي نوتاسودغسي كارته په كوم نظرګورى ؟  ځواب : زمادټولوليكوالانوڅخه داغوښتنه ده ،دوى چي په هرڅانګه كي فعاليت لري بايدزموږدټولني دخلګوذهني م عيارپه پام كي ونيسي اودداسي كلماتو دكاروني څخه ډډه وكړي چي هغه زموږ دخلګو د عقايدواودكورنۍ داخلاقوسره سمون نه خوري ځكه دادلوستونكي اوليكوال ترمنځ واټن زياتوي . پوښته : پښتولنډي كيسي دپخواپه پرتله څونده پ� �مختګ كړى اوراتلونكى يې څنګه ارزوى ؟  ځواب : زه په ځانګړي ډول په لنډه كيسه كي تغيرات ګورمه ځكه زموږ دلنډي كيسې ليكوال پخويوازي دافغانستان په جغرافيايې محيط كي راګيرخلګ وودوى يوازي له هغه څه څخه متاثيره كېدل چي پدې هيوادكي پيښېدل خواوس چي دجنګونوپه نتيجه كي په زرګونوافغانان دهيوادپرېښودولوته اړسول دوىكه يوڅه د� �اسه وركړل ،يوڅه يې لاسته هم راوړل نوره دنيايې وليده ،لوړي زده كړي يې وكړې ،بهرنۍ ژبي يې زده كړې اوپه دې ژبوباندي يې دلويو،لويوليكوالانوآثارولوستل دبيلګي په ډول تاسي زرين (( انځور)) صاحب پېژنى چي په المان كي اوسي اوس نوموړى هغه پخوانى (( انځور)) نه دى چي په كابل كي زيږېدلى ؤ اويوازي يې كابل ليدلى ؤ اوس هغه ددنياپه سويه فكركولاى سي ځكه هغه دنړۍ دلويو،لويواستادانوآثارلوستي ولوستل ،زه په دې باورلرم هغه څه چي اوس ښاغلى (( انځور)) صاحب ليكي دده دشلوكالومخكي ليكنوسره به ډير زيات توپيرولري ځكه اوس يې په آندوداونړۍ ليدكي ډير تغير راغلى اوكُلي تغيريې كړيدى .  پوښتنه : آياستاسوپه لنډوكيسوكي داسي كيسه سته چي تاسوته ډيره په زړه پوري وي اوكه وي نوولي درته په زړه پوري ده ؟  ځواب : بلې يوه كيسه ده چي (( ډوډۍ )) نوميږي دامي ځكه ډيره خوښه ده چي ټوله قهرمانان يې زما د كلي اوزموږ دكورخلګ دي :زمادتره ښځه ده ،زمادتره لورده اوهغه څوك چي ددوى په مقابل كي مطرح دى په داستان كي ( ثمرګل ) نوميږي هغه هم زموږ دخپلوانوڅخه دى اودامسلۀ كابوپينځه نوي په سلو كي همهغسي واقع سوېده .  پوښتنه:ځوانوكيسه ليكونكوته څه كول په كاردي ترڅوكيسې يې دمعياري كيسوپه ليكه كي ودريږي؟  ځواب : له بده مرغه په افغانستان كي نه پوهيږم چي دڅه مهال راهيسي يورواج جوړسويدى چي ډيرى ليكوالان دخپلوآثا� �وچاپولوته ژرخوشحاليږي ممكن دځوانوليكوالانولپاره داخبره په زړه پوري وي خوهغه كسان چي كرار،كراريې دژوندتجربه ډيريږي له هغوڅخه زماغوښتنه داده چي اول بايددوى ډيره مطالعه وكړي اوس خوپه دنياكي ډيري كيسې � �يكل سويدي هغه كسان چي په بهرنۍ ژبوپوهيږي زماځانګړې هيله له هغوڅخه داده چي په هغه اصلي ژبودي مطالعې وكړي ځكه دااكثره راژباړل سوي كيسې له هغه اصلي متن سره يوڅه توپيرلري اوكه دلنډي كيسې ميتودولوژي پيداكړي اوپه هغه سر خلاص كړي چي په لنډه كيسه كي وخت څه شي دى ، په لنډه كيسه كي مقصدڅه شي دى ،ډئيلاګونه په لنډه كيسه كي څ ونده اهميت لري اوياهغه لنډه كيسه چي بايدهيڅ ډئيلاګ ونه لري له هغه ډئيلاګ لرونكي كيسېسره يې څه توپيردى په همدې ترتيب قهرمان څه شي دى اوپيښه څنګه رامنځته كيږي اوڅنګه بايدداوج ټكي ته ورسول سي ؟؟؟... نوكه زموږځوان كيسه ليكوونكي دكيسې دليكلوڅخه ترمخ دكيسې په تخنيك ځان وپوهوي نوهغه ورځ ليري نه ده چي زموږ ځوان افغاني كيسه ليكوونكي به د نړيوالوښوكيسه ليكونكوپه ليكه كي په جګ سرودريږي . ",احسان الله ارينزﺉ : دلنډوكيسواوږدوالى دليكوال كمزورتيابولم 2928,," تيره شپه د کابل ښار د څلورم مکروريانو د بخار خانى سره د يو لاسې بم چاودنه شوې ، چې د چارواکو په وينا ځانى او مالى زيان نه لري . سيمه کې د پوليسو يو چارواکى بينوا ته وويل ، اټکل کيږى چې دغه لاسى بم د پخوا نه دلته پاتې شوى دى . ",د لاسى بم چاودنه کابل کې 2929,," تيره ورځ ناپيږانده وسله واله کسانو د هلم ند د ګرشک سيمه کې د امريکايي ځواکونو د فوځې اډې د ساتونکود ډلې مشر ظابط سعدالله هغه مهال په ډزو وژلۍ چې له يوې پوستې څخه يې ليدنه کوله .ددغه وژنې رسمې پخلۍ شوى او طالب جنګياليو ادعا کړې چې نوموړۍ کس د دوى د پلويانو له لورى وژل شوي دي . ",هلمندکې دفوځى اډې د ساتونکودډلې مشر وژل شوي 2930,," پاکستانى چارواکو امريکا ته د القاعده يو لورړ پوړى غړى( ابومعصب السورى ) سپارلى دى . د ( اې، ار، واى( يو ) يوې پاکستانى خصوصى تلويزيونې خپرونې دپاکستان د ولسمشر ددفتر د سرچينو له مخې ددغه خبر پخلى کړى او وايى نوموړى کس تير زيږديز کال د اکتوبر مياشت کې د ب� �وجستان ايالت د کويټه ښار کې نيول شوي وو . ",امريکا ته د القاعده ديو غړى سپارل 2931,," دائيتلافى ځواکونو په يوه خپره شوې پاڼه کې � �اغلى چې د سه شنبې په ورځ د ارزګان په ترينکوټ ښار کې يې ٢٤ تنه مخالف جنګيالي وژلى دى . مګرکندهار کې د اتل قل ا� �دو مشر روفى د وژل شو کسانو شميره ٦٠ تنه ښودلې . په خبر پاڼه کې راغلى چې د جګړې په ترځ کې دملى اردو او پوليسو ٥ تنه مړه او ٩ تنه نور ټپيان شوي دي . دغه جګړې ٦ ساعته دوام کړى دى . ",ترينکوټ کې ٢٤ تنه مخالف جنګيالي وژل شوي 2932,," دولسى جرګې غړو نن د ناستې په مهال د سترې محکمې د ٤ تنو � �اضيانو له ډلې څخه يوازې ٢ تنه د باور د رايو د ورکولو په بنسټ ومنل او ٢ تنه نور يې رد کړل . ټول ټال افغان ولسم� �ر حامد کرزي ٩ تنه قاضيان د باور د رايو د ترلاسه کولو په موخه ولسى جرګې ته ورپيږندلى دى .منل شوى قاضيان مو� �ى محمد قاسم او محمد علم نسيمى دى . محمد عمر مومن او شاعلى اکبر شهرستانى رد شول . ٣ تنه قاضيان دوه ګونۍ تابعيت لري او د قاضى القضات په ګډون د ٢ نورو قاضيانو د زده کړى اسناد لا نه دى بشپړ شوي .د (کبر سن) په هکله وکيلان هم سره يو خوله نه دي . ",ولسى جرګې ٢ تنه قاضيان ومنل . 2933,," تيره شپه د غزنى ولايت د اندړو ولسوالۍ کى دنوموړې سيمې يو دينى عالم وژل شوى دى .طالب وياند قارى يوسف ددغه وژنې پړه منلې او وايى نوموړۍ کس په غزنى کې د يونما ددفتر سيمه ايز مشر وو. مګر د غزنى ولايت د پوليسو مشر وايى ، وژل شوى کس يو دينى عالم وو او له يونما سره يې هيڅ تړاو نه درلود. پوليسو منلې چې دوژل شوى کس مړۍ يې ترلاسه کړى دى . ",غزنى کې يو دينى عالم وژل شوى دى . 2934, زردشت شمس- کابل,"  زردشت شمس- کابلپه بېنوا ويبپاڼه کي د خپروشويو ليکنو د کاپي او بياخپرولو څخه ډډه وکړﺉ .  په دې نژدې ورځو کښي د افغانستان په جنوبي ، جنوب شرقي، شرقي او حتیَ په مرکزي سيمو (دکابل په شمول) کښي په ځانمرګي او نور وسله وال بريدونو کښي لا زيات شدت ليدل کيږي چه نړيوالو ته او په خصوصي توګه افغانانو ته د ډير تشويش وړ حالت دی- که دولتي چارواکي ډير هم ادعا وکړي چي د دښمن دغه حرکات دومره مهم او د تشويش وړ نه دي او يو ډير محدود عناصر په دغه قسم فعاليتونو کښي د پرديو په اشاره بوخت دي خو دا څر ګند حقيقت دی روان وسله وال پاڅون يا ځانمرګي ب� �يدونو په پورته يادو شويو سيمو کښي تر ډيره حده دبياودانولو کارونه ځنډولي او يا يې بيخي په ټپه درولي دي- ښوونځيو ته د زدکونکو او ښوونکو راتګ کم شوی او په ډيرو سيمو کښي د ښوونځيو لمنځه وړلو په سبب زمونږ زيات شمير بچيان د زدکړي نه محروم دي-او بالاخره دغه حالت د دولت او ولس تر منځ  ډيره فاصله رامنځته کړې-  دوسله والو دغه انساني ضد عمليات دوه اړخه لري-  يو دا چه دافغانستان د سولي او پرمختګ دايمي دښمنان نه غواړي چي افغانستان په خپلو پښو ودريږي او په نړيواله ټولنه کښي ځانګړی حيثيت ولري- دوۍ په دوامداره توګه دافغان ولس او دولت ضد عناصر په مادي او معنوي توګه سمبالوي او دې ته يي اړ کوي چه خپل کور وران کړي او خپل ورور ووژني- زمونږ د نا پوهی او دڅه نورو مشکلاتو په اساس دوی په دی مقصدکښي تر ډيره حده کامياب شوي- دويم دا چي ولي دغه افغانان د دښمن په وينا دخپل ورور وژني لپاره ځان وژني ته تياريږي-  دامريکا دبهرنيو چارو پخوانۍ وزيري ميډلن البرايټ يو مشاور دانيال کنسولټور دغه موضوع لازياته سپړي او وايي: مختلف نژادونه د افغانستان نفوس  تشکي� �وي- مګر ددوی په سر کښي يو نژاد وجود لري- د ی د يو سياست پوه او د افغانستان متخصص بارنټ روبن دخولی داسي ليکي:  پښتانه د افغانستان افتخاري نژاد دی او همدا دليل دی چي ْ افغان ْ هم په لغوي مانا د پښتون  يو تغير شوی نوم دی او په اصل کښي افغانستان د پښتنود هيواد مانا ورکوي او تر څه حده دغه صحيح هم ده - که څه هم داسي رسمي اح ساييه نشته  - دعراق دسني عربو په څير پښتانه د پخوا راهيسی په ملي بڼه سياسي قدرت په لاس کښي لري- سره له دې چي نور  اقليتونوتاجک، ازبک او هزاره هم په محلي توګه قدرت درلودلی دی- هر وخت بهرني يرغل د افغانستان د م� �ي وحدت سبب ګرځيدلی لکه د شوروي اتحاد سره د مبارزی پر مهال، مګر له دې وروسته ډير ژر نژادي نښتي رامنځته شوي- ځيني طالبان د مهاجرينوپه کمپونو کښي وزيږيدل - نيم پښتانه د کرښي نه پوري غاړه پراته دي چي په تيوري کښي د نن ورځي افغانستان له پاکستان څخه جلا  کوي- کله چي دوی يو منلی جنګي قوت شو نو د جنوب او شرقي ولايتونو پښتنو ورله تود هرکلی ووايه- دغه هرکلی ددوی د مفکورې په ملاتړ نه و بلکي ددوی د امنيت او ثبات د ټينګولو په اساس وو- د طالبانو په کرښو کښي ډير لږ تاجک، ازبک او هزاره افغانان وو ځګه چه دغه قومونو په خپلو ساحو کښي خپل ځانګړي او محبوب مشران لرل چا چي د طالبانو سره مقاومت کاوه - افغان کورنۍ جګړه چه د ٢٠٠١ کال پوري يې دوام درلود دتسليم شويو عسکرود دسته جمعي وژنو او د غير مسلح  ملکي وګړو د وژني تاريخ لري- د هاغو د جملې نه يوه پيښه دا وه کله چه څه کم لس کاله وړاندی د کال ١٩٩٧په پسرلي کښي طالبانو د کمي مودې لپاره مزارشريف د جنرال ما� �ک سره دجوړجاړي پر اساس ونيولو خو ډېر ژر د وسله والو برېدونو سره مخامخ او څو ورځي پس يې ښار له لاسه ورکړو په زرګونو پښتانه عسکر له هغوی ( هزاره ، تاجکو او ازبکو ) لخوا ووژل شول او په دسته جمعي قبرونو کښي خښ کړای شول- د انتقام دغه لړۍ دوام درلود او کله چه څه موده پس طالبانو بيا مزار ونيولو نو په زرګونو هزا� �ه يې ووژل- همدارنګه پيښي د امريکا د ٢٠٠١ کال د حملې نه وروسته تر سره شوې- د بشري حقوقو د څارني کميسون په وينا:  د افغانستان په شمال کښي پښتانه په پراخه پيمانه د زور زياتي، وژني، جنسي تيري  (تجاوز)، وهل ټکول او د چور چپاول ښکار شول- دوی په خاصه توګه په نښه شول ځکه چي دوی په نژادي اساس د طالبانو سره تړلي وو-  دانيال  زياتوي چه ددغه نژدې تير شويو خونړيو نژادي مشکلاتو په رڼا کښي دا د حيرانتيا خبره نه ده چه افغانستان يو ځل بيا په نژادي کرښو د بيلتون طرفته روان دی- پينټا ګون په دې خطر پوهيدو کله چي دوی د ٢٠٠١ کال عمليات شروع کول او ددغه کار لپاره يي شمالي ټلواله وګمارله ځکه چي ددوی ټولي مليشې د غير پښتنو نه تشکيل شوي وې- کله چي لويې جګړې پای ته ورسيدې نو د شمالي ټلوالي جنګسالارانو هر يو  ازبک رشيد دوستم، تاجک اسماعيل خان او محمد فهيم، او هزاره کريم خليلي په ولايتونو کښي قوي قدرت ترلاسه کړ- اندازتهٌ دغه تغيراتو د پښتون � �ام (نوي دولت سره) مينه کمه کړه او محتاط شول- ان تر دې چي د پښتون کرزي اود څه نورو پښتنو په شاملولوسره هم ددوی دغه يره چه د يو غير پښتون اتحاد لخوا محکوم شوي ورکه نه شوه- ډير لږو غربي سازمانونو چا چي دروانوحا� �اتو په اړه د افغان ولس دفکر او احساس باره کښي څيړني کولې ،  ښايي چي د پښتنو په سيمو  په خاصه توګه  دجنوب او جنوب شرقي ولايتونو لکه کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، پکتيا او پکتيکا کښي دخلکواينده لپا� �ه احساسات اوس هم غير اطميناني او د تشويش  وړ دي –  په ٢٠٠٥ کال کښي د واشنګټن د ستراتيژۍ او بين الم� �لي علومو څانګي په ټول هيواد کښي سروې وکړې چي د اجتماعي عدالت، ټولنيز او اقتصادي پرمختګ او امنيت په اړه د افغانانو نظر وګوري- پښتنو سيمو دتاجکو،ازبکو اود هزاروو په مقابل کښي په موافقانه ډول دغه تحولات خراب ګڼلي دي- په ٢٠٠٣ کال کښي انټر نيشنل کرايسس ګروپ خبرداری ورکړو چي پښتانه د کرزي د ادارې او د بون د پروسې نه  م نحرف کيږي-  دانيال وروسته ليکي چي روان ځانمرګي بريدونه د خرابو حالاتو نښي دي او که چيري د دغه مملکت دغه ستر افتخاري قام حس کړي چي د بيا ودانولو په پروسه کښی دوی برخه نلري نو دغه حملې به د عراق غوندي د کو� �نۍ جګړې شروع وي- او که چيري داسي ونشي او افغانان (پښتانه) داسي حس کړي چي دغه بيا راپيدا شوي طالبان د کرزي او دکابل د حکومت نه ددوی ډيره نمايندګي کوي نو ددغه ځان وژونکو حملو خبرونه به په کندهار کښي داسي عام شي لکه په کربلا کښي چي دي او افغانستان به يو ځل بيا د ګډوډۍ ښکار شي-  ددانيال ددغه څيړنو په تاييد د کابل اداره او نړيوال قوتونه کوم چي په افغانستان کښي موجود دي بايد دغه موضوع ته ډير زيات متوجې او حتمي اقدامات وکړي-د لي� �ي پرتو سيمو پښتنوته په دولتي اداره کښي مناسب  ځای ورکړي ددوی د رواجونو او عنعناتو قدر وکړي او دوی ته دا باور ورکړي چي دوی د دې مملکت مهمه برخه تشکيلوي او دوی ته عملاٌ دا وښيي چي دا دولت ددوی شريک دولت دی- که چيري دولت وکولی شول چي د پښتنو سيمو دغه محروميتونه له منځه يوسي نو يقيناٌ چه زمونږ دښمنانو ته دا ناشوني ده چه يو افغان د بل افغان د مرګ لپاره تيار کړي . ",آيا افغانستان د يو نژادي کورنۍ جګړې په لور روان دی؟ 2935,عبدالهادي هادي - کابل," په افغانستان كې د موبايل ټيلفون يا GSM خدم تونو د وړاندې كولو د څلورم جواز د وركړې قرارداد د عربى اماراتو د اتصالاتو په نوم شركت سره لاسليك شو. د افغانستان د مخابراتو وزارت خبرپاڼه  ( عبدالهادي هادي - کابل افغانستان) په دې وروستيو ورځو كې د افغانستان ولسمشر ښاغلي حامد كرزي د متحده عربي اماراتو هيواد ته سفر درلود، د دغه سفر اصلي هدف د دواړو هيوادونو تر منځ د همكارۍ او دوستانه اړيكو پ� �اختيا او همدا راز د دغه هيواد د سوداګريزو كړيو هڅول وو چې په افغانستان كې پانګه اچونه وكړي. په همدې ترڅ كې په افغانستان كې د موبايل ټيلفون يا GSM خدمتونو د وړاندې كولو د څلورم جواز د وركړې قرارداد د عربى اماراتو د اتصالاتو په نوم شركت سره لاسليك شو. دغه قرارداد چې د افغانستان له لوري د مخابراتو وزير جلالتمآب انجنير اميرزي سنګين او د عربى اماراتو له خوا د اتصلاتو شركت رئيس ښاغلى حسن عمران لاسليك كړ، د هغه تر مخه به ياد � �وى شركت (40,1) ميليونه امريكايى ډالره د جواز د قيمت په نوم د افغانستان دولت ته  وركوي، او تر هغه سربيره به په راتلونكو درې كلونو كې په افغانستان كې څه دپاسه (300) ميليونه امريكايى ډالره پانګونه كوي. د اتصالاتو ش� �كت د نړۍ له مشهورو مخابراتى شركتونو نه دى چې له قرارداد سره سم به په راتلونكو شپږو مياشتو كې عملاً په افغانستان كې خپل كار شروع كړي. د اتصالاتو په راتګ سره به په افغانستان كې د موبايل خدمتونو د وړاندې كوونكو كمپنيو شمېر څلورو ته ورسېږي، او د هغو تر څنګ به د افغان تيلي كام دولتي شركت هم خپلو فعاليتونو ته دوام وركوي. د مخابراتو وزارت تير كال د GSM د دوه جوازونو د صدور پروسه بشپړه كړې وه، چې لومړنى جواز د انويست كام په نوم شركت ته د څلوېښتو ميليونو او سلو زرو امريكايي ډالرو په بدل كې وركړل شو چې تمه ده نوموړى شركت به په راتلونكو دوه مياشتو كې عملاً د اريبا په نوم د كابل په ښار كې خپل فعاليت پيل كړي. د مخابراتو وزارت د څلورم GSM جواز په وركړى سره هيله مند دى چې په افغانستان كې د موبايل د څلورو كمپنيو په فعاليدو به د دغو كمپنيو تر منځ سيالي ته وده وركړي، او له دې لارې به د خدماتو كيفيت لوړ كړي او د مكالمو قيمت كې به هم د پام وړ كموالى راولي . ",د موبايل څلورمې كمپنۍ ته هم د فعاليت جواز وركړل شو 2936,," كندهار: پنجشنبه، ولسمشر حامد كرزى سيمي ته دا سفر په داسي حال كي كوي چي په دې وروستيو كي په كندهار او شاوخوا ولايتونو كي د دولت په وړاندي د طالبانو عمليات ډېر سوي دي. او تېره شپه هم د كندهار په پنجوايي ولسوالۍ او نورو سيمو كي د جګړو خبرونه وركړل سوي دي، ولسمشر نن نيژدې غرمه مهال له كندهار هوايي ډګر څخه په داسي حال كي ښار ته راورسېد چي د ايتلافي ځواكونو، ملي پوځ او ملي پوليسو له خوا كلك امنيتي تدابير نيول سوي وه. افغان ولسمشر د كندهار په ولايت مقام كي له قومي مشرانو او جهادي كوم ندانانو سره د وروستيو نا امنيو په اړه خبري وكړې.              ",ولسمشر كرزي كندهار ته ناڅاپي سفر وكړ 2937,"عبدال� �ه احسان"," شاعر او ليکوال ښاغلي نظيف تکل چي ډېر لوستونکي به يې له شعر سره اشنا وي په دې وروستيو کي په درې اوونيو کي درې پرله پسې شعري ټولګي له کابله چاپ او خپرې کړې . د ښاغلي نظيف تکل درې نوې چاپ شوې شعرې ټولګي په دې ډول دي :  . . . او پاڼي مړې وې    شبنم په پاڼه      پاڼي د لونګو ښاغلي علم ګل سحر د ( او پاڼي مړې وې ) نومي کتاب په اړه په اړه داسي ليکي : "" او پاڼي مړې وې د ښاغلي نظيف تکل لمړنۍ ټو� �ګه وه چي په خزان ډوله پسرلي کي چاپ شوه خو خپره نه شوه ، يوازي يو ټوک يې ماته او يو دوه ټوکه ښاغلي تکل ته و� �سېده ،نور يې هغه وخت چي په کابل کي د تنظيمي جګړو اورونه بل وه د بې مسوليته ټوپکوالو له خواد نورو زرګونو ع� �مي او ادبي کتابونوسره يو ځای د اور خوراک شوه ، اوس چي د پسرلي هيلي په زړونو کي زرغونې شوي دي ، تکل صاحب هم د خپلو ناچاپو کتابونو په خپرولو بسم الله کړه . . . "". کله چي له ښاغلي تکل څخه پوښتنه وشوه چي ولي يې ددرې واړو کتابونو په نومونو کي پاڼې کار کړي دي : په موسکا يې وويل : زمونږه ټول ژوند همداسي پاڼي پاڼي دﺉ . که غواړﺉ د ښاغلي نظيف تکل پوره ژوند ليک ولولی دا ځای کښېکاږﺉ     ",ښاغلي تکل خپل درې شعري ټولګي چاپ کړې 2938,," طالبانو خبري رسنيو ته د خپل امارت په نامه يوه اعلاميه لېږلې ده، دا لنډكۍ تبصره شكله اعلاميه چي د طالبانو د سياسي وياند عبدالحي مطمين له خوا � �يكل سوې ده، تر ډېره كندهار ته د ولسمشر كرزي ننني سفر ته پكښي نغوته سوې ده، وياند ليكي چي د دوى مقاومت په افغانستان كي د خپلواكۍ جګړه ده، او وايي چي ايتلافي ځواكونو چي په پنجوايي ولسوالي كي پر كليو بمباري كړې ده، ټول يې بېګناه كسان وژلي دي، نوموړى زياتوي چي د ده په نظر دا به ډېره بې انصافي وي چي امريكايان له خپلي پرمخت� �لي ټكنالوژۍ سره_سره بيا هم دا نه سي مالومولاى چي په كورونو كي ماشومان، ښځي او ولسي وګړي اوسي، دى وايي چي د كرزي اداره هم هرڅه پر طالبانو ورتپي. او په پاى كي زياتوي چي كرزى غواړي په خپلو تكرارو خبرو خلك وغولوي.   طالبان دا اعلاميه په داسي حال كي خپروي چي څو ورځي وړاندي يې د بريتانيا د لومړي وزير په نامه هم يو ليك لېږلى و. ",طالبانو د ولسمشر د وروستي سفر په اړه اعلاميه خپره كړې 2939,ميرويس جلالزي,"   دا خبره د اسرايلو کابينه تيره ورځ قطعي کړه . د اسرايلو لمړي وزير يهودالمرت وويل چي دا کار ځکه کوي چي د محمود عباس تر مش� �ي لاندي د فتح ګوند په دي وتوانيږي چي په فلسطين کي کورني امنيت ټينګ کړي. د م ګړي د فلسطيني خپلواکي ادا� �ي د ډيري برخي کنترول د حماس ډلي په واک کي ده. د اسرايلو لمړي وزير يهودالمرت له ولسمشر بوش سره په خپ� �ه وروستي ليدنه کي دا هم ويلي وو چي دو د سولي پلا ن ته ژمن دي خو که فلسطينيان دا پلان ژر تر ژر پلي نکړي نو دوي به تر ٢٠١٠ ميلادي کال پوري خپلي ټولي پولي وټاکي. ",اسرايل وايي د فلسطين فتح ګوند ته به نوي وسلي ورکړي 2940,ميرويس جلالزي," اسرايل له فلسطينيانو سره د سولي د پلان د عملي کولو لپاره تر آبده د صبر توان نلري. داخبره د نوموړي هيواد لمړي وزير يهودالمرت د چهار� �نبئ  په ورځ د امريکا له ولسمشر جورج ډبليو بوش سره د ليدو پر مهال وکړه.المرت وايي که يي له فلسطينيانو سره د سولي خبري ناکامه شي نو تر٢٠١٠ کاله پوري به خپلي ټولي پولي وټاکي.  دا له جورج بوش سره د يهود المېرت لوم ړنۍ کتنه ده .  هغه له بوش څخه يوه له احتیاطه ډکه “هو” ترلاسه کړه.بوش وويل “لومړي وزیر اولمېرت نن ماته خپلې ځینې نظریې وړاندې کړې. زه هغه زړورې نظریې بولم. که چېرې د لارنقشې په نامه د سولې پلان د پرمختگونو سبب نه شي، نو کېدی شي دغه نظریې یو بديل  واوسي. دغه پلانونه کېدی شي د سولې له پاره، چې موږ دواړه یې غوښتونکي یو، یو م هم گام وي.” د اولمېرت په وینا دی به خپل پلانونه یوازې هغه وخت پلي کړي، چې نورې ټولې لار ناشونې وي. نوموړي وويل چي هيله لري تر څو محمود عبآس په خپلو هغو پلونو پښي کيږدي چي ويلي يي وو ټولي غير مسوله وسلوالي ډلئ به بئ وسلي کړي. المرت غواړي ډير ژر د اسرايلو او فلسطينيانو تر منځ پولي وټاکل شي. هغه د اردن د سيند له � �ويديځي غاړي د ځينو يهودي استوګن ځايو د ويستلو او په نورو سيمو کي د ځاي پر ځاي کولو هوډ لري. د بوش ا و المرت له ليدو څو ساعته مخکي  اسرايلي سرتيرو د  حماس ډلي يو وتلي مشر ابراهيم حامد په رام الله کښي ونيو.نوموړي په  اسرايلو کي په لسګونو  د ځانمرګو بريدو په پلا نوني تورن ده. ",اسرائيل د سولي د پلان ته تر آبده د صبر توان نلري 2941,ميرويس جلالزي,"  پنځه کاندايي سرتيري او يو ا فغان ژباړونکي په کندهار کي ټپيان شول د کندهار په هوايي ډګر کي د کاندايي سرتيرو يو تن وياند مارک مکلينت� �ي وويل دا پيښه د پنجشنبي په ورځ د کندهار ښار شمال لور ته په ١٤٥ کيلومتر ګمبت سيمه کښي هغه وخت را منځ ته شوه چي د کاندايي سرتيرو د ګزمي په موټر چاودنه وشوه .د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوي او تر اوسه د چاودني د پلانوني په تور څوک ندي نيول شوي . ",پنځه کاناډایی سرتیري په کندهار کښي ژوبل شوي دی 2942,ميرويس جلالزي," د ورستيو تاوتريخوالو له امله د افغانستان په سويل کښي څه باندي ٣٠٠٠ تنه له خپلو کورو تښتيدلي دي دا ټکي د کډوالو چارو نړيوال سازمان تيره ورځ څرګند کړ. د افغانستان په سويل کندهار کي د نوموړي سازمان يو چارواکي چي ځان کريم نسيم را پيژني وايي دا کسان چي غټه شميره يي د کندرهار د پنجوايي اوسيدونکي دي يا خو د کندهار ښار ته را کوچيدلي او يا هم د خپلو خپلوانو کورو ته کډه شوي دي . د کندهار د پنجوايي ولسوالي له تيروو دو ونيو را پدي خواه د سختو تاوتريخوالو شاهده ده چي د دي تاوتريخوالو له امله په لسکونو ملکي  کسان ، مخالف او دولتي  ځواکونه پکښي وژل شوي دي . ",تر 3000 زیات کسان له خپلو کورو بې کوره شوي دي 2943,راحت ګل زیارمل ، کابل," څرک مدني اوکولتوري ټولنې دنوموړي نابغه ددغې سرشارې بریا په وياړدکابل ښارپه ستاره هوټل کې یوه لمانځونکې اوهڅونکې غونډه جوړه کړې وه، چې په کې اسراراحمد ته یوعلمي ایوارډ هم ورکړل شو. راحت ګل زیارمل ،  ۱۳۸۵/۳/۲ ل ( ۲۴ می ۲۰۰۶ ز) کابل  ",دځوان کمپيوټر پوه اسراراحمدکريمزي په وياړ غونډه 2944,ميرويس جلالزي,"  د پا کستان او افغانستان تر منځ د لمړي ځل لپاره په رسمي ډول د بس موټرو تګ را تګ پيل شو په دي لړ کي د جمعي په ورځ سهار لمړي بس موټر د پاکستان له پيښور ښار څخه دافغانستان د جلال آباد په لور را روان شو . د دي دواړو هيوادو تر منځ د بس موټ� �ونو تګ را تګ په داسي حال کښي پيل شوي چي په دي ورستيو څو ونيو کښي د دواړو لورو تر منځ ژبني تاوتريخوالي مخ پر وچتيدو ده . د بس موټرو د تنګ را تګ لړي په کال ١٩٧٥ کي وروسته له هغه د دي دووهيوادو تر منځ وشليده چي � �وسي ځواکو په افغانستان يرغل وکړ. له بل لوري د پاکستان د ترانسپورت وزارت چارواکو اعلام کړي چي دوي به وروسته له دي هيڅ يو بار وړونکي افغان موټر ته اجازه ورنکړي چي د پاکستان خاوري ته ننوزي ځکه شک کيږي چي په دي موټرو کي به وسلي او مخدره توکي پاکستان ته ليږدول کيږئ. ",دپیښوراوجلال ابادترمنځ دبسونو تګ راتګ پیل شو 2945,سعدالدين شپون - امريکا," دهمدې کال دمې په دوو � �سمه نېټه د متحده ایا لاتو د ویرجنیا په ایالت کې د چکنور د ملا سیب د یادونې غونډه جوړه شوې وه. دامجلس د «شام دروېشان» د یارانو په ابتکار جوړ شوی ، چې د افغانستان د تصوفي او علمي نو میا لیو د پیژندنې په غرض د منظم پروګ� �ام لاندې دایریږي  دهمدې کال دمې په دوو لسمه نېټه د متح ده ایا لاتو د ویرجنیا په ایالت کې د چکنور د ملا سیب د یادونې غونډه جوړه شوې وه. دامجلس د «شام دروېشان» د یا� �انو په ابتکار جوړ شوی ، چې د افغانستان د تصوفي او علمي نو میا لیو د پیژندنې په غرض د منظم پروګرام لاندې دای� �یږي او یو هدف یې د افغانستان د کلچر سره د بهر مېشتو افغانانو آشنا کول او له فرهنګي پردیتوب نه ژغورل دي . د غونډې مشری ، د افغانستان د مشهور سیا سي او ادبي شحصیت ، ابراهیم صفا زوې، د امریکن یو نیورسټۍ استاد، مو سی صفا کوله .  د غونډې په ګڼو ویناو او مقا لو کې د چکنور ملا سیب د علمي او جهادي شخصیت په باب په دري، پښتو، او انګرېزي مقالې ولوستل شوی ، د وطنپالنې ترانې او شعرونه ور ته ډالۍ شول. . ګڼ شمیرافغانا نو ورته د نوروایالتو او هېوادو نو نه هم خپلې مقالې او څېړنې ور استولې وې .په دغو کې:  د چکنوري ملا سیب زوی، پخوانی سنا تور ، � �غاجان چکنوری له پیښور نه، دافغانستان د تاریخ لیکو نکو سر لاری ډاکټر حسن کا کړ له کالیفور نیا ،د افغانستان نو میالی سیاسي تحلیلګر ډاکټر صمد حا مد له جرمني نه ،د پښتو ژبې مخکښ محقق او فعال ، زرین انځور له جرمني نه، خوږ ژبي مقرر ، دپښتو اکاډمۍ پخواني مشر، پرو فیسر پرېشان خټک او ډګر جنرال سید شفیع فاطمي له پېښور نه ، او م� �هور تحلیل ګر، استاد اسحاق نګارګر وفاروق اعظم له لندن نه هم د چکنوري ملا سیب د دیني او دنیوي سپېڅلتیا او غزا ګا نو په مو ضوع مقالې را استولې وې او د افغانوتوجه یې دخپلو دغسې روحاني ، سیاسي او ملي مشرانوکارنامو ته اړولی وه چې په سخته ورخ او بحراني وختو نو کې د خلکو له مینځ، له کلو بانډو نه لکه د نجات پر ښتې را ولاړ شوي او افغاني ولس یې ژغورلی دی په شاعرانو کې د استاد خلیلي زوی معتصم بالله، حامد نوید،افضل کندهاري او شپون په افغانستان کې د مشر کېدو په شرایطو او د خلکو په میړانه نظمو نه واورول. . دا مقالې به په تفصیل سره وروسته په یوه رساله کې خپرې شي . غونډه د شپې له نهو بجو تر یوې نیمې بجې پورې روانه وه .     علمي اوڅيړنيز تحليلونه",په امريکا کي د چکنور د ملا سيب په وياړ مجلس 2946,ډاکټر نثار احمد صمد,"  کاناډایی لیکوال او څېړونکی اریک مارګولیس ـــ ټورنټو سن ورځپاڼه د ډاکټر نثار احمد صمد ژباړه څنګه چې په افغانستان کې د کاناډا تلفات د ډیريښت په حال کې دی نو دا مهمه ده چې درې هغه خورا لوي درواغونه باید تصحیح کړاې سی چې بی خبره او جنډه ښورونکو خپرونو رایج کړی دی . اول ـ وايي چې ( طالبان تروریسټان دی ) افغانستان په ۱۹۸۹ کې د شوروي نیونې په پاي کې په ځانځانی، کورنۍ جګړې او جرمونو کې لاهو سو. جبري زناوې عامې سوې . په نتیجه کې د یوه کلی امام یعنې ملا عمر ژر یوه ډله مذهبي زده کوونکی ( یعنې طالبان) وسله وال کړل . ده وسله والې لارنیونې ، پر ښځو جنسي تری، او د مخدره موادو راکړه ورکړه ختم کړه او یو داسې نظم یې برقرار کړ چې پر عنعنوي قبایلي اوا سلامي قانون باندې ولاړ و. طالبان د سپتمبر د یوولسمې غوندې تروریسټان نه وو بلکې هغوی یو مذهبي او کمونیستي ضد تحریک و چې د پښتنو څخه یې نشات کړی و . د طالبانو زښته زیاته انرژي د افغاني کمونیستانو سره په جګړو کې ضایع سوه . ایران، هند او روسیې په ښکاره د نوموړو کمونیستانو چې وروسته یې ځانونه « شمال ائتلاف » وبلل ملاتړ کاوه . په افغانستان کې اکثریت په اصطلاح « تروریستي کمپونه » اصلاْ داسې اډې وې چې هغو مسلمانو داوطلبانو استعمالولې چې دلته د افغاني کمونیستانو او د منځني آسیا د کمونیستانو سره د جنګ په خاطر راغلی ول . طالبانو د تریاکو او هیروئینو تولید یو مخ بند کړ خو د هغوی وروسته پاته مشرانو دا ثابته کړه چې خورا تند خویه او بې کفایته دی . ښځینه تعلیم په مؤقتی ډول بند کړه سو ځکه چې کمونیستان د ۱۹۷۰ لسیزې پر مهال د همدې مکتبونو له لارې خلکو ته و� �ننوتلې وو . طالبانو پر هزاره اقلیت باندې ظلمونه وکړل او د بودا مجسمې یې والوزولې . خو واشنګټن پر دې ټولو سربیره طالبانو ته د سپتمبر د یوولسمې د حملو آن تر څلورو میاشتو مخکې پورې لا په میلونونو ډالره مرسته ورکوله . امریکا یو وخت همدوی او د اسامه بن لادن درې سوه پله ور ( پیروان) د چین په لویدیځو اسلامي سیمو او هم د روسیې تر واک لاندي منځنې آسیا کې د ښورښ په خاطر استعمالول . خو امریکې خپله دا مرسته هله بنده کړه چې طالبانو د تیلو سترې امریکایی کمپنۍ ته د خورا ستراتيژيکی پایپ لاین د ورکړې معامله ونه منله .  د طالبانو مشرانو د سپتم بر د یوولسمې د توطئې څخه چې اصلاْ په جرمنی کې طرح سوې وه هیڅ خبرتیا نه لرله . کله چې امریکا د بن لادن ورسپارنه وغوښته نو طالبانو هغه ځکه ونه منله چې : نوموړي یو ملي میلمه او يو قهرمان و چې همدلته د شوروی پر ضد په جنګ کې � �پږ ځله زخمي سوي هم و. طالبانو وویل چې بن لادن به کله چې امریکا د هغه دلاس لرنې شواهد ورښکاره کړی یوې نړیوالۍ محکمې ته وسپاری. خو واشنګټن دا وړانډیز رد او یرغل يې پر وکړی او پر طالبانو یې د سپتمبر د یوولسمې د حملو پړه واچوله . څنګه چې د امریکا په مقابل کې دریدل ناشونې نو ملا عمر خپلو سړیو ته امر وکړ چې بیرته په پښتنو و� �ننوځي او د یرغلګرو پر ضد یو کوچني چیريکی جنګ ته لاس واچوي. نور تحریکونه هم لکه حزب اسلامي د بهرنی نیونې پر ضد په جنګ کې ورسره ودریدل . کاناډا په ډيره ناپوهي سره د هغو ټبرونو سره په جنګ ورګډه سوه چې یواځني هيله یې د بهرنۍ نیوني ختمول او پر خپل حال پاتیدل دی . دوهم : وایی چې « کاناډا په افغانستان کې د دیموکراسۍ مدافعه کوی» دا صرف او صرف پروپاګنډ دی . ځکه امریکا د کرزی ګوډاګی رژيم په کابل کې نصب کړ ، بیا یې داسې انتخابات وکړل چې آن د شورویانو په واسطه تر انتخاباتو لا هم غولونکی وو. امریکا په سلګونو میلونه ډالره افغاني جنګسالارانو ته د رشوت په توګه ورکوی چې اکثریت یې آن تر خپلو پګړیو پورې د مخدره توکو په کار وبار کې ډوب دې . د تریاکو تولید د طالبانو تر نسکورولو وروسته آن (۹۰٪)ته جګ سوی دی . افغانستان یعنی د امریکا او ناټو تر واک لاندې د مخدره موادو څخه جوړسوی دولت نن د نړۍ د هیروئینو ستره برخه تولیدوي. د کرزي رژیم به د بهرنیو پوځونو د وتلو په عین شیبه کې ونړیږی. امریکا ، کاناډا او ناټو علاوه پر دې چې د مخدره موادو د کاروباریانو سره ولاړ دی ، د هغو بیا راټوکیدونکو کمونیستانو تر څنګ هم ولاړ دی چې د شورویانو په ملګرتیا یې یو نیم میلیون افغانان وژلې او په لسګونو زره نور یې هم کړولی دی . ازبکان یعنی نن د امریکا او کاناډا ملګری تر طالبانو هم ډير ناولی او ظالمان دی او هغوی د مخدره موادو په راکړه ورکړه کې لوی لاس لری . دریم : وایی چې « کاناډا د ښځو د حقوقو دفاع کوی .» دا د خندا وړ چټي خبره ده . ځکه طالبان چې د لویدیځ پروپاګنډ له مخې په دې ترټل کیدل چې د ښځو سره یې ناوړه رویه کوله تر نورو افغانانو په دې اړه خراب نه وو . ښځې اصلاْ په ټوله جنوبي آسیا کې د ناوړه سلوک سره مخام خ دی. لکه څنګه چې په هند کې ناویانې سوځول کیږی او هغه انسان چې د خپلې ارثی مذهبي فرقې نه د کښتو کسانو سره یې واده کړی وی ځړول کیږی . د( لین سیت) خورا معتبرې طبی رسالې له مخې په هند کې د ۱۹۸۵ کال راهېسې اټکل د لس میلیونو ښځو څخه جنین کښل سوی دی . هو ، کاناډايي پوځيان ټولینز مرستندویان ندی او هلته سیمه ایز دودونه هیڅ نه سی بدلولاې بلکې صرف ساده بېعقلان دغسې ګمان کوی . افغانستان ته ورغلو امریکایی او کاناډايي خبریالانو هیڅ داسې شی نه دی لیدلې دا ځکه چې هغوی هلته ژغورنده اوسیږی او د اشغالګرو پوځونو سره يو خای « بیدیږی . » هغوي صرف یو محدود سفر او خوشحالونکی شننې کوی، او د هغې خوا په سوغاتو بار راځي . دا صحیح ده چې جنګ ته هڅونکی او رپانده جنډه ښودونکی به خپل کاغذونه ښه وپلوری ، خو مسؤلانه ژورنالیزم دغسې ندی.  د افغان رسالې د ۸۴ ګنې څخه ",دافغانانو د بدلیدو په هیله مه کیږئ 2947,"ډاکټرمحم دعثمان روستار تره کی","  ډاکټرمحمدعثمان  روستار تره کی - فرانسه  د افغانستان په دېرش کلنه جګړه کي د افغانانو ملي هویت سخت تاواني شوی دی، په دغه موده کي زموږ پر ملي هویت باندي د کيڼ او ښی لاس انټرناسیونالیستانو له خوا کلک ګوزارونه وشول.   اوس افراطي کیڼ لاسي سیاسي تاریخ ته سپارل شوي او ښی لاسي د مانډیالیزیشن د مخکښانوس� �ه په نامساویانه جګړه کي د کمزوري دریځ خاوند دي. اما د ملی هویت بحران ادامه لري.  د ملي هویت دښمنان په نوې بڼه، نوي نوم، نوي قوت او نوي بهرني تړاو د افغانستان د ملي تاریخ په مسخ کولو لګیا دي،او د هغه ورانۍ نه ګته پورته کوي چه مات  � �وي کیڼ او ښی لاسو شاته ایښي دي.   جګړه د عادي ژوند ضوابط او دهغې جملې څخه ملي هویت او د ملي هویت سره تړلي ارزښتونه لکه سوله، سیاسي ثبات، ملي وحدت او ملي واکمني له منځه وړي. پسله درو لسیزو جګړو نه پر افغان قبیلوي ټولنه باندي د مانډیالیزیشن ارزښتونه د ۳۵ هیوادونو له خوا په زور او جبر د تپل کېدو په حال کي دي. د افغاني ټو� �ني څخه د ملي هویت بیا رغوني او د همدغه لاري نه د سولي او سیاسي ثبات د ټینګېدو د وطني او بومي میکانیزم ځای اوس نړیوال میکانیزم نیولی دی . زموږ په هیواد کي همدا اوس قبیلوي او م انډیالیزېشن ارزښتونه یو د بل سره په ټکر کي قرار لري .   قبیلوي ارزښتونه پر زور باندي ولاړ دي. او مانډیالیزېشن ارزښتونه په دیموکراسي باندي د دغو متضادو ارزښتونود تقابل او ټکر له کبله افغاني ټولنه  د بحران سره مخ ده. زور چي د قبیلوي طبیعي ټولني بنسټیز اساس جوړوي، همېشه د بې عدالتۍ سره یو ځای دی. اما دا فضیلت لري چي سیاسي ثبات تضمین کړي. که دغه سیاسي ثبات د یو ملي او د سیاسي تقوا خاوندي واکمنۍ په واسطه اعمال شي، په خپل وار د عدالت او دیموکراسۍ د تحقق زمینه برابروي.   دیموکراسي چي د مانډیالیزیشن سوغات دی په هغو بیرته پاتې قبیلوي طبیعي ټولنو کي چي د  دیموکراسۍ د موازینو د هضمولو وړتیا نه لري د انارشي او نهایتاً د دیکتاتورۍ سرچینه گرځي. په همدغو ټولنو کي د دیموکراسۍ ګته یوازي د ولسونو په منځ کي د دیموکراسۍ د تمرین په چوکاټ کي محدوده پاته کېږی. اوس مهال د قبیلوي ټولني ا� �زښتونه د پخواني مجاهدینو د یوې برخي د طالبانو او په افغانستان او پاکستان کي د میشتو پښتني قبایلو له خوا تمثیل کېږي. د مانډیالیزیشن موازین د آیساف، ناټو او امریکا د ځواکونو � �ه خوا چي اوس افغانستان د یو سیاسي اقتصادي بې خاونده لابراتوار په توګه استعمالوي مطرح کېږ ې. قبیلوي ارزښتونه او مانډیالیزیشن موازین هر یو غواړي پر بل باندي د جګړې په واسطه بر لاسي  پیدا کړي. جګړه شاته م رگ ژوبله او وراني پرېږدې. اما د جګړې هغه ناوړه اغېزه چي په اوسنۍ لیکنه کي ورته پام اړوو، د ملي هویت بحران دی. افغاني ټولنه قبیلوي ټولنه ده، په قبیلوي طبیعي ټولنه کي ملي هویت د قبیلوي هویت سره کلک تړاو لري. که قبیلوي ټولنه له منځه لاړ ه شي، له هغه سره جوخت هرو مرو ملي هویت تاواني کېږي او ان له منځه ځي. په هیواد کي د ملي هویت بحران د شورویانو د یرغل نه وروسته را منځته شو. انټرناسیونالست کم ونستان په افغاني قبیلوي ټولنه کي د ملي هویت په جوړونکي محور یعني لوی کام باندي جګړه ایز او سوله ایز ګوزا� �ونه وکړل، جګړه ایز په دې معنى چي قبایلي سیمي د نظامي عملیاتو اصلي موخه وګرځیده. سوله ایز په دې مفهوم چې ناسیونالیزم د انټرناسیونالیزم سره په تقابل کې واقع شو،او سیاسي واکمني چي قبیلوي ملي بڼه يې درلوده د ټو� �ني د نورو مرکباتو په منځ کي د یو متنازع فیه عنصر په توګه مطرح شوه. سیاسي قدرت د ملت جوړونکي قام او قبیلې د انحصار نه ووت. ملي هویت د کمونیزم ایډیولوژي په ټکر سره، له بحران سره مخ شو. د شوروي اتحاد دله منځه تگ نه وروسته  نړۍ یو قطبي شوه. ملي هویت چه د کورنۍ جګړې تر اغیزې لاندې په کافي اندازه ژوبل شوی  و، له نوي چلنج سره مخ شو. نړیوال ايتلاف د امریکا یانو په سروالۍ ظاهراً د بن لادن د تعقیب په موخه افغانستان ته راغئ. د تروریزم سره مبارزه د ژیوپو� �تیک مقاصدو سره یو ځای شوه. څلور کاله کېږي چي نړیوال ايتلافي قوا د افغانستان په سهیلي سیمو کي په جګړه لگیا ده. هغه پراخ جنگي امکانات چه په دغه نامساویانه جګړه کي په کار اچول کېږي، د ظاهري، رسمي، ټاکلي شوي موخې سره چه د گوتو په شمار ترورستي ډلو له منځه وړل دي سمون نه خوری. داسې تصور کېږي چه په قبایلي سیمو کې بهرنى جنگي ماشین د تروریزم ضد عملیاتو تر پلمې لاندې د یرغلگرو په وړاندي د مقاومت دا تاریخي ملي ټاټوبى له منځه وړي، تر څو د قومي اکثریت د واکمنۍ فزیکي قوت مات شي او افغان قبیلوي ناسیونالیزم دومره سر اوچت  نه کړي چي د مانډیالیزیشن په وړاندي چي دی په خپله د ژیوپولتیک م� �اصدو تر اغېز لاندي دی خنډ شي. د افغانانو ملي غورځنگ د قبایلي سیمو څخه را پاڅېدلی او د افغانانو ملي واکمني، ملي هویت او ملي تاریخ په همدغو سیمو کي جوړښت موندلی دی. په هره اندازه چي د قبایلي سیمو د خلکو مقاومت وځپل شي، د افغانانو د ملي هویت محور تاواني او ورسره د یو پیاوړي ملي حکومت جوړښت ستونزمن کېږی. او بالاخره افغانستان د خپل کورني امنیت د تامین په غرض بهرنیو قوتونوته اړ کېږي. احتما� �اً دا هغه موخه ده چه بهرني قوت په نښه کړې ده. نړیوال ايتلاف د افغاني � �بیلوي ټولني د قبیلوي ملي جوړښتونو د محوه کولو په مقصد د افغانستان په د ننه کې متحدین لري. او د باندي پاکستان د سیاسي، ډیپلوماتیک، اقتصادي او نظامي مکافاتو او مجازاتو له لاري دې ته تشویقوي او تهدیدوي چه د نړیوال ايتلاف په څنګ کي پاتي شي. انگلوساکسون ايتلاف او په کابل کې واکمني ځیني حلقې همېشه پاکستاني پوځ دې ته هڅوي چي په قبایلي سیمو کي ((چې افغانان ورباندې ارضي د عوا هم لري)) ویجاړونکي ګوزارونه وکړي. په سیمه کي انګلوساکسون ايتلاف د تاریخي تجربې نه لازم شیان زده کړي دي. نوموړی ايتلاف د یو منظم پلان له مخي د افغانانو د ملي هویت د فزیکي محور د ویجاړولو او د مانډیالیزېشن د ارزښتونو د پلي کولو په درشل کي قرار لري. د انگریزي محققینو د تاریخي مطالعاتو له مخي پښتانه طبیعتاً مغرور او د ځان نه راځي ناسیونالستان دي. بهرني ځواکونه که غواړي چي په افغانستان کې واکمني ول� �ي، باید پر ېنږدي چي قبیلوي ناسیونالیزم د حکومت په د ننه کې بر لاسى شي او په ځانګړې توګه د امنیتي اورګانونو سوق او اداره په لاس کي واخلي. که افغاني ناسیونالیزم په حکومتي اورګانونو، واکمن شو پر افغاني حکومت باندي د بهرني قوت کنټرول ستونزمن کېږي. د همدغه استدلال له مخي په افغانستان کي زموږ امریکایي دوستان، هر کال ۱۳ م� �یارډه ډالره په جګړه کي مصرفوي، حال دا چي د ملي اردو د بیا رغوني دپاره په کال کي نیم ملیارډ ډالر لګښت نه ل� �ي. په بهرني قوت دا تور لګول کېږي چي  نه غواړي د افغانستان ملي اردو په خپلو طبیعي تاریخي بڼه بیا راښکاره شي او پر پښو ودرېږي. انگلو ساکسون ايتلاف یوازي په ۲۰۰۵ م کال کې، په قبایلي سیمو کې چې د افغاني ناسیونالیزم ځاله جوړوي، ۱۵۰۰ تنه غیر محارب (یعني ملکي کسان) وژلي، اما د هیواد په نورو سیمو کي، په قومي لږکیو پورې تړليو جنگي جنایت کارانو ته په معامله کي وزارتونه او سفارتونه په ښاخۍ باد کړي. په هر حال په افغانستان کي د جګړې په وسیله د � �بیلوي، ملي جوړښت له منځه وړل په دغسي شرایطو کې چي د هغه په ځاى د ملت جولوړو اقتصادي، ټولنیزه او کلتوري سو� �ه ایزه او مډرنه د ودې پروسه موجوده نه وي، د دې باعث گرځي چي هغه څه چي د ملي هویت تر نامه لاندي د اوږد مهالي جګړې څخه پاتي شوي له نابودۍ سره مخ شي. او د هغه سره د قبیلوي ټولني د سیاسي ثبات جوړونکى کورنی عنصر له خاو� �ي سره برابر شي.   موږ یوې چټکي اقتصادي او ټولنیزې ودي ته اړتیا لرو چه د هغه پر بنسټ باندي نوی ملي هویت او نوی ملت د پانګوالي نظام د ودي پر بنا جوړ شي او د قبیلوي ملي جوړښت ځای ونیسي. افغانستان باید د خپلې قبیلوي او ملي ارزښتونو په ساتني سره په آرامۍ، سوله ایزه او طبیعي توګه د ۲۱ پېړۍ د ارزښتونو د منلو دپاره ځان چمتو کي. د هغه دیموکراسۍ عمر چي د جګړې او ویني تویو� �و په بدل پر موږ   تپل کېږي د خلق او پرچم د سوسیالیزم د عمر په اندازه به لنډ وي.   نتیجه : افغانان په هر ځای کي چي وي او هر امکان چي په لاس کي ولري، باید د هیواد په سهیلي سیمو کي د هغي جګړې د دوام سره چي د افغاني قبیلوي ناسیونالیزم ریښې له بېخه باسي مخالفت وکړي. د تروریزم سره جګړه باید د افغانانو په غاړه وي. په همدې مقصد نړیوال ايتلاف باید د افغانستان د ملي ام نیتي پوتانسیل ودي ته پاملرنه وکړي. د جګړې سره مخالفت د امریکا سره مخالفت نه دی. افغانان په سیمه کي د امریکایانو سره د یو مطمين دوست په توګه پاته کېدای شي. په دې شرط چي امریکا په خپل کړه وړه له سره غور وکړي، موږ ته د انسان په سترګه وګوري او زموږ ملي ګټي تر خپلو ستراتيژیکو ګټو ق� �باني نه کړي. په افغانستان کې د القاعدې، طالبانو او تروریزم سره د مان� �یالیزېشن د مخکښانو جګړه په تدریج د افغاني قبیلوي ناسیونالیزم په وړاندي په یوه ویجاړونکې مبارزه بدله شوې ده. بهرني  قوتونه غواړي چه په بېړه او په ډېره بې رحمي د پردیو په وړاندي د مقاومت یوه تاریخي جغرافیایي ځاله ورانه کړي، د جګړې « کشمیري کېدل » اوضاع  نوره هم پسي  پېچلې  کړې ده.                                                   په � �بیلوي ټولنو کې تلپاتې ملي هویت، ملي وحدت او سیاسي ثبات همېشه د کورني میکانیزم پر بنسټ  باندي جوړېږي. د بهرنیو قوتونو سیاسي او ژیوپولتیک اجنډا کله چي د جګړې په وسیله پلې شي، دغه میکانیزم له منځه وړي او ملي هویت له بحران سره مخ کوي. او ورسره د سیاسي ثبات ټولنیز بنسټ تر سوال  � �اندي  راوړي. د طالبانو غورځنگ د قبایلي سیمو څخه را پاڅېدلى دی. هغوی زموږ د قبیلوي ناسیونالیزم د جوړښت ساتندویان دي. د طالب، القاعدې، بنسټپال او نورو د ژیوپولتیک اغراضو څخه په ډکو نومونو د هغوی ټکول زموږ ملي هویت ته نه جبرانېدونکی تاوان رسوي. باید کورنۍ او بهرنۍ «سالمي حلقې» خپل سیاسي نبوغ  په کار واچوي تر څو چي وسله وال اپوزی� �ن د سولي پروسې ته غاړه کیږدي. په سهیلي سیمو کې د امریکا او پاکستان ویجاړونکي نظامي عملیات، زموږ د ملي هویت پوتانسیل کمزوری کوي. په � �بایلي سیمو کې جګړه د ملي سرود د متنازع فیه کېدو، د فدرالیزم د توطيې د طرح کېدو او د دري ژبي نه د پښتو لغاتو د حذف کېدو او بالاخره د افغاني ملي هویت د تاواني کېدو سره کلک تړاو لري. د تروریزم تر نامه لاندي مبارزه چه د بهر نه هیواد ته راغلې د پښتونخوا داعیې ته ډېره ګرانه تمامه شوې ده، د افغانستان د دولت رئیس په خپل وروستي  مسافرت کې چې پاکستان ته ورکړ ، د افغان ناسیونالیزم د کورنيو او بهرنيو دښمنانو په لمسونه، پاکستاني مقامات دې ته وهڅول چي په قبایلي سیمو کي (م تنازع فیه سیمې) خپل نظامي عملیاتو ته زور ورکړي او د دغې لاري نه په پښتونخوا کې  پاکستاني واکمني ټینګه کړي . د پښتونخوا په متنازع فیه سیمه کي دغه د پردیو په لمسونه غوښتنه پرته د پاکستان  واکمني غیر مستقیم رسمیت پېژندنه بله معنی نه ورکوي. د افغان لوري دغه غوښتنه افغان قبیلوي ناسیونالیزم ته جفا او د پښتونخوا داعیې ته خیانت دی . د افغان حکومت کار هغه وخت راز معلومېږي چه قهراً د کشمیر د جګړې په یو طرف  بدل شوي دي، د کشمیر کشاله افغانستان خاوري ته ورننوتې ده. بنااً د م وجوده حکومت جوړښت د پردیو هیوادونو د ستراتژیکو تضادونوڅخه ډک دی  او په تصنعي توګه  د ژیوپولیتستانو په ذریعه د جګړې  له لارې  ساتل کېږي.  د بهرنیو قوتونو حضور  زموږ ملي واکمني تر سوال لاندي راوستې ده. له بلي خوا اوسنی حکومت پرته د بهرنیو ځواکونو د ملاتړ نه ځان ساتلی نه شي. بنااً موجوده حکومت د بهرنیو قوتونو  سره په تړاو کي د م� �ي وجاهت څخه بې برخه کېږي او د ملي هویت د بیا رغوني دپاره هیڅ ډول رسالت درلودلای نه شي. د ( افغان رساله ) څخه په مننه", قبیلوي ناسیونالیزم د مانډیالیزیشن په منګولوکې 2948,," د هغه وسه والې جګړې په ترځ کې چې نن د غزنى ولايت د ګير وولسوالۍ کې د دولتى پوليسو او طالب جنګياليو ترمينځ وشوه ١ تن پوليس او ١٠ نه مخالف جنګيالي وژل شوى دى .د غزنى د پو� �يسو مشر سرجنګ د جګړې پخلى کوى او وايى تر ١٠ ډيرو شورشيان وژل شوي دي . دپکتيا د زرمتو ولسوالۍ کې هم تيره شپه د يوې نيښتې په ترځ کې ١ تن پوليس مړ او ٣ تنه نور ټپيان شوي . دولتى چارواکى ادعا کوي چې ٣ تنه طالب جنګيالى يې نيولى دى . ",غزنى کې ١١ تنه وژل شوي 2949,," افغان ولسمشر حامد کرزي ددفاع پخوانىوزير مارشال � �سيم فهيم په امنيتى چارو کې لوى سلاکار ټاکلى دى . نوموړۍ اوس مهال د مشرانو جرګې غړى دى . ددولت وياند ويلى چې فهيم په امنيتى او سياسى چارو کې ډيره تجربه لري . ",فهيم د کرزي لوى سلاکار ټاکل شوي 2950,," د وروستيو جګړو په ترځ کې په زرګونو تنه کليوال اوسيدونکى کندهار کې د خپلو کورو پريښودو ته اړ شوي او له سيمې څخه وتلى دى . د (او،اى ،ام ) اداره وايى ٣٠٠٠ ک� �يوال له پنجوايى ولسوالۍ څخه کډه شوي او کندهار ته تللى دي .دولتى چارواکو منلې چې په دغو جګړو کې ١٦ ولسى وګړى وژل شوي دي . ځايى اوسيدونکى دولسى وګړو مرګ او ژوبله سلګونه تنه ښيى . ",په زرګونه کليوال کندهارکې کډه شوي 2951,," نن سهار وختى د( ٦ ) اعشاريه ٢ ريختر په کچه يوې سختې لزلې د اندونيزيا د جاوا جزيرى په ٢٥ کيلومترى د( يوګيا کارتا )ښار ته نږدى سيمې وځپلې . د رپوټونو له مخې په سيمه کې د مخابراتو او بريښنا اړيکى پرې شوي . د استوګنې په زرګونه کورونه وران او دولتى ودانۍ زيانمن شوې دي . د ق� �بانيانو شميره هره ګړۍ مخ په ډيريدو ده .د هغه رپوټ له مخې چې همدا اوس ١١ بجې تر لاسه شو ، د وژل شوو کسانو شم يره ١٣٢٥ تنو او د ټپيانو تر ٢٨٠٠ ډيره په ګوته شوې ده .د نړۍ يو شمير هيوادود مرستې تيارى ښودلى دى . دا چې سيمه کې سيمه ايز هوايى ډګر تړل شوى ، سيمې ته د مرستو رسيدل له ستونزو سره مخامخ شوي دي . ",اندونيزيا کې درنده زلزله شوې 2952,," د کنړ ولايت د څوکۍ ولسوالۍ کې پرون د سړک په سر د يو بمى چاودنې له امله ٤ تنه پوليس ټپيان شوي دي . سيمه کې امنيتى چارواکو د پېښې په اړوند ٢ تنه شکمن کسان نيو� �ى دى . د چاودنې پړه تر اوسه چا نه ده منلې . ",کنړ کې د بم چاودنې ٤ پوليس ټپيان کړي 2953,," ائيتلافى ځواکونو په يوه خبر پاڼه کې ويلى چې ٥ تنه مخالف جنګيالى يې د هوايى بريد په ترځ کې هلمند کې وژلى دي . خبر پاڼه کاږى چې په دغه هوايى بريد کې ولسى وګړى مرګ او ژوبله نه لري او ددښمن پنډغالى په دقيقا توګه په نښه شوى وو. وژل شوى کسان د طالب اورپکو جګپوړى غړى او مش� �ان دي . هوايى بريددخبر پاڼې له مخې پرون مازديګر ترسره شوى دى . ",٥ مخالف جنګيالى وژل شوي دي 2954,," د المان د برلين ښار د( ميته )سيمه کې د اور ګاډى د يونوى تم ځاى د پرانيستلو په مهال ٢٦تنه المانيان د يو ١٦ کلن ځوان د چړې ته بريد لاندې تيره شپه راغلل او ټپيان شول . پوليس د٦ تنو ټپيانو حالت د انديښنې وړ بولى او وايى ددغه ځوان د بريد لامل لانه دى مالوم او اوس مهال نيول شوى دى .د اورګاډى نوى تم ځاى د ١٠ کلونو په بهير کې د ٧٠٠ ميليون يورو په لګښت جوړ شوى ، چې په يووخت کې ٣٠٠ زرو تنو مسافروته د ١٥٠٠ اورګاډود وتو او ننوتوله پاره غوره اسانتياوې لري . ",يو ١٦ کلن المانى ٢٦ تنه نور ټپيان کړل 2955,," د ٣١ وژل شوو افغانانو جنازې نن له ت� �کيې څخه کابل ته د اريانا افغان هوايى شرکت د الوتکې په ذريعه راوړل شوى او د ځانګړو مراسمو په ترځ کې د هغوى کورنيو او خپلوانه ته وسپارل شوي . د افغانستان د بهرنيو چارووز ارت په يوه اعلاميه کې ددغو جنازو د ليږد پخلى شوى دى .نوموړى افغانان څو ورځې وړاندې ترکيه کې د يوې ترافيکى پېښې په ترځ کې په حق ورسيدل . ٤ تنه افغانان هم په دغه پېښه کې ټپيان شوي دي .دوىپه ناقانونه توګه غوښتل د ترکيې له لارې اروپايى هېوادو ته ځانونه ورسوى . يو شمير مړى لا هم نه دي پيږند ل شوي . ",له ترکيې څخه کابل ته د ٣١افغانانو د جنازو ليږد . 2956,," افغان ولسمشر حامد کرزي ، چې د کابينى يو شمير وزيران ، سلاکاران او ځينى واليان يې ملګرتيا کوي نن غرمه ديو جګ پوړى پلاوى په ډله کې د ايران په لور وخوځيد . دا دريم سفر دى چې کرزي يې ايران ته کوى . د خپل ٣ ورځنى سفر په ترځ کې به د ايران له ولسمشر محمود احمد نژاد، د اس� �امى شورا له مشر او استازو او يو شمير نورو لوړپوړ چارواکو سره وګوري او په مختلفو ډګرونو کې به ٧ تړونونه لاس ليک کړى .د دولت د وياند د څرګندنو له مخې د دغه سفر اصلى موخه دوه اړخيزه اړيکې اوپه سيمه ايزو او نړيوالو چا� �وکې خبرى جوړوي .کرزي به د خپل سفر په بهير کې يو شمير علمى مرکزونو ته هم خپله وينا واروي. دايران د بهرنيو چارو زارت وياند حميد رضا اصفى ايران ته د کرزي اوسنۍ سفر له ځانګړى اهميت څخه وباله او د دواړو هېوادونو د اړيکو په ټينگښت کې يې مثبت ګام وگاڼه . کرزي د افغانستان په سيمه ايز وخت په ٣ بجو ايران ته ورسيد ،او په هوايى ډګر کې ورته د ايران د اقتصاد دوزير او يو شمير نور لوړپوړو چارواکو له لوري هرکلى وويل شو افغان ولسم� �ر په داسې مهال کې ايران ته سفر کوي ، چې دافغانستان په جنوبى سيمو کې ناکرارىز ياتې شوې او له دغو سيمو څخه هره ورځ او شپه د جګړو، مرګ او ژبلې خبرونه تر لاسه کيږى .د سياسى څيړونکو د اند له مخې مخالفو جنګياليو خپل بريدونه زيات کړى ، چې په ملى او نړيواله کچه يې يو اړ اندېښنې راپيداکړې دي . ",افغان ولسمشر د ايران په لور وخوځيد . 2957,کاروان," سړه جګړه چا وګټل ؟ کامران د کمونيزم  ړنګيدل ،  د برلين   ديوال  نړيدل ، ختيځ   يو� �پ   ټوټه  ټوټه  کيدل ،او  د لويديځ يورپ  دټولنې سره  يو ځاي  کيدل   ۰ دا دغرب دپاره  يوه  ډيره  غټه  ګټه  : ورسره  ورسره   د  چين  د  تا� �يخې  ديوال  دروازه  خلاصيدل ،  او  يو  غټ  نفوس ، پراخه   صنعت ، پياوړې حکمت ، او  ستر فوجې  طاقت  را  ښکاره  کيدل ۰  پر   څنګ    يې  د  هند  مخ  په  وړاندي   چټک  چټک  ګامونه ۰ دا  د  غرب  د   پاره  يوه  ډيره  غټه  ناوړه  او  نه  منونکې  پيښه  : بيله  کمه  تحمله  او  حوسلي  يې    و  منځنې  ختيځ    ته  را   منډه  کړل ۰   چه    په  نتيجه  کښې  يې  نف� �ت  او  ترهګري  په  وجود  راوړل ۰ اوس  حکومتونه  نړول  او  جوړول  هم  يو  اسانه کار  نه  دی ۰ د  چين  ګاونډيان  د  چين  سره  د  ښو  اړيکو  غوښتونکې  معلوميږي ۰ بلمقابل  د  امريکا   ګاونډيان  د  امريکا سره  په  اړيکو  کښي  ځان  ژغورونکي  معلوميږي ۰ د  نړې  امن  نور نو  غربيان  د  ځان  په  نقصان  ګڼي ۰ هغه  متل  چه  وايې  واښکې  پر  نري   ځاي  شکيږی  � �  او  ډبره  د يتيم  د سره  نه  چپيږي ۰ يو  ځل    شل  کاله  د هغه   داړور  خرس  سره  مو  په  جګره  کښې  کورونه    ړنګ  او  ځانونه  ژوبل  شوه � � اوس  غربيان  غواړي  چه  خپلي  فوجې  اډې  په  افغانستان  کښي  جوړي  کړي � �  چي  په  نتيجه  کښې  به  يې  مونږ  د  اټومې  ميزايلو   تر  بريد  لاندي  راسو ۰   ۰ کامران ۰ ",“ حکومتونه نړول او جوړول هم يو اسانه کار نه دﺉ“ 2958,," د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير( ماسيمودالما) � �ه يورونيوز ټلويزيونى شبکې سره ويلى چې د روان زيږديز کال تر پايه پورې به له عراق څخه خپل ځواکونه وباسى .ايتاليا عراق کې ٢٧٠٠ عسکر لري . ",ايټاليا له عراق څخه خپل ځواکونه باسى . 2959,," د سترې محکمې پخوانى مشر او دافغانستان � �اضى القضات مولوى فضل الهادى شينوارى چې يو ځل بيا د افغان ولسمشر له لوري ولسى جرګې ته د باور د رايى د ترلاسه کولو په موخه وړاندې شوى و، نن دوکيلانو په ناسته کې ونه منل شو. له ده سره د محکمې يو بل وړاندې شوى غړى محمد ح سين روستايى هم ونه منل شو . د ولسى جرګې په نننۍ ناسته کې ١٩٦ وکيلان حاضر وو، چې له هغو نه مولوى شينوارى ،١١٧ مخالف ،٧٧تائيد او ٢باطل رايې تر لاسه کړې . تر اوسه يوازې له ٩ کسانو څخه يوازې دوه تنه په دې بريالى شوي چې د و� �سى جرګې نه د سترې محکمې شورا ته د باور رايه تر لاسه کړي . روستايى ١٣٠ مخالف ٥٩ تائيد او ٤ باطل رايې تر لاسه کړې . ډير وکيلان په دې باور دى چې مولوى شينوارى لوړې زده کړې نه لري او عمر يې هم زيات دى . سره له دې چې د دولت په ټولو اداراتو کې فسادخوراډير دى ، مګر ولس تر ډيره بريده د قضايى سيستم او چارواکو له کړنو څخه ناراضه او ناخوښى دى . ",ولسي جرګې دستر محکمې وړاندې شوى مشر ونه مانه 2960,,"    سپېڅلى دهغه ښځي ژړابه مي هيڅكله له ياده ونه وزي چي دشنوګنبدوپه سيمه كي يې دوه زامن اويوقريب ژوبل سوي وو. دا ښځه چي دميروئيس روغتون دعمليات خوني ومخ ته په فكرونوكي ډوبه ناسته وه كله چي ما دمركې له پاره ميكروفون وروړاندي كړ نو دپوښتني په ځواب كي يې په چيغو،چيغوراته وويل : (( داڅنګه امنيت ؟ داڅنګه بيده حكومت دى ؟ سهارمي دواړه زامن اويوقريب دخوارۍ له پاره له كوره ووتل اوزه ورته په انتظاروم چي نن به هم لكه دنورو ورځوپه ډول خپل كورته راسي خوچي خبره سوم هغه ټپيان سوي دي ،په دې ژړاكي يې له جېبه دلسوافغانيو نوټ  راوكيښ اوزياته يې كړه:موږ غريبان خلګ يوپه دغه يوه  لسي به  نو زه اوس څنګه دا درې  ژوبل  كسان  درملوم ؟؟؟))په رښتيا هم درنولوستونكو! هره چاودنه چي سوېده تر بل  هرچا عام اولس په كښي خپل سرونه خوړلي دي اويا هم ژوبل سوي دي ،نه يوازي اوس بلكي په هرنظام كي همداحال وي خوحكومتي چارواكي بياد لاښه امنيت راوستلواود تورونو كسانو د نيولو ژمني كوي اووايي:(( دا ډيره ناوړه پېښه وه ،موږامنيتي تدابيركلك كړي دي او ډيرژر به په پېښه كي لاس لرونكي كسان واولس ته وروپېژنو.)) بس همدا ژمني دي چي دا ديرش كاله كيږي تكرار پرتكرار داولس داحساساتودراقابوكولولپاره دراډيوتلويزون له څپواودچاپي رسنيوپرمخ دغټو،غټوسرليكونو په ډول تكراريږي خو ولي لكه څنګه چي په كارده عملي جامه نه وراغوستل كيږي .داځپل سوى او ژړيدلى اولس نوره حوصله او زغم نه لري او نه نور د چاپه يوازي ژمنوباندي خپل ورځي اوشپې سبا كولاى سي ، بلكي په رښتيا او صادقانه ډول امنيت غواړي ځكه دوى حق لري چي پخپل پلرني ټاټوبي كي دامنيت په بركت د خپل عيال لپاره يوه ګوله حلاله روزي په خوښۍ سره پيداكړي اودا دټولومسؤلينو وجداني او ايماني مسؤليت دى چي خپل اولس ته به د آمنيت فضاء لكه څنګه چي په كارده  په همغسي  ډول  برابروي  ځكه  داسلام د پاك دين سترلارښودحضرت محمد(ص) فرمائيلي دي چي :(( هرمسؤل كس د خپل رعيت چوپان دى اوپه ورځ د قيامت به يې پوښتنه ځيني كيږي .)) كه څه هم مسؤلين دناامنيو پړه پرخپلو مخالفينو يا هم پريونيم ګاونډيو باندي وراچوي خو كه وكتل سي هرهيواد هم ، مخالفين لري او هم ګاونډيان  خو لاكن  بيا هم  هلته داسي حال نه وي . يوعلت به يې زما په ګمان ښايي دا وي چي هغوى د خپل او لس سره د ژمنو پرځاى خپله دنده ،خپل مسؤليت اوخپل داولس غوښتني يو ګړى هم نه هيروي اوخپل ځانونه داولس خادمان بولي چي داسلام او ټولنيزو اصولو له مخي دايوغوره خوى دى چي مسؤلين يې بايدخپل كړي او يوازي پر ژمنو باندي تكيه ونكړي ځكه يوه پوه ليكلي دي چي (( تشي ژمني دانسان له ذهن څخه  ژر وزي اوعملي كړني تر ډيره پاتيږي .))    په ټول هيوادكي دبشپړي سولي اوكلك امنيت په هيله .",اولس امنيت غواړي 2961, ( سپېڅلى ),"   ( سپېڅلى ) نه يوازي په اسلام بلكي دنړۍ په هردين اوم� �هب كي دخپل ګاونډي زهيرول اوځكلول يوسترجنايت دى ،ځكه كه دځكلولودالړۍدوام پيداكړي نوټوله ټولنه اوبالاخره په ټوله نړۍكي سوله له يوه سترګواښ سره مخامخ كيږي اونيكمرغه ژونددنړۍ له مخ څخه كډه كوي . زموږ دهيوادپه ګاونډيانوكي هم ځيني داسي ګاونډيان سته چي نه غواړي پخپله تاريخي ګاونډۍ خاوره كي دي دسولي اونيكم� �غۍ كوتره دخوښۍ په خوندوره فضاءكي وزورونه خپاره كړي اوپه دې په زړه پوري فضاءكي دي ددې هيوادكوچنيان هم دنړۍ دنوروهيوادونو دكوچنيان په ډول دكتابونوبستې په شا دپوهي ومركز( ښوونځي) ته ولاړسي او هلته دي د خپلو باتج� �به  ښوونكو له علمي تجربوڅخه يوڅه شى زده كړي،خو يو مهال ؤچي نوموړو ګاونډيانو به د خپل ځان څخه د دښمن د م خ اړولوپه  موخه  همدا افغانان  سپركول اودښه ګاونډيتوب ځيګربه يې ټكاوه . لاكن كله چي مو په ډي� �و سرښندنو نه يوازي خپل ګاونډيان بلكي دا ټوله سيمه د دښمن له شرڅخه وژغورل نو يوځل بيا دځينوسراښو ګاون� �يانوله خوا زموږدبېځايه ځورېدلو لړۍ پيل سوه چي لا تراوسه هم په يوه نامه او بل نامه د دوى په ترتيب سوو پ� �انونو زموږ ځپلى اولس ځوريږي اودوى ددې لاري غواړي چي زموږد قربانيواحسان را اداء كړي . اوس تاسي درانه لوستونكي  وواياست چي زه څنګه چپ سم اوچاته ونه وايم چي دانوڅنګه ګاونډيتوب دى ؟ آيا د نړۍ پرمخ كوم قانون دغه ډول كړنو ته د ګاونډيتوب  نوم وركوي ؟ آيا دا كوم ګاونډيتوب دى چي دخپل ګاونډي هيواد د مظ� �وم اولس قاتلانوته دي پخپله لمن كي ځاى وركوي ؟ آيا دا كوم انسانيت مني چي خپله دي مي خندا او سوله خوښه وي او د ګاونډيانو  پركوردي مي هره ورځ نوى ، نوى غم زموږ دلاسه خپريږي  ؟ نوپه اوسمهال كي نه يوازي زموږ ټول ګاونډيان بلكي دسيمي اونړۍ ټول دبشريت خواخوږي هيوادونه  بايد دګران افغانستان په بيارغونه كي په پوره اخلاص سره ونډه واخلي ،نور نو مو ږ پريږدي چي خپل نړيدلىكور د ورورولۍ په فضاء كي جوړاو ديواو بل پ� �زخمونوملهم كښيږدواو دا هيواد يوځل بيا د سيا لا نوپه ټولۍكي روان كړو. خوددې غوښتني سره په څنګ كي:خپله موږافغانانوته هم په كارده چي دبل په خبروباندي ونه غوليږو او د خپل ګران هيواد مينه يوازي په خوله نه بلكي په زړه كي هم ځاى كړواو ترشخصي ګټو ملي ګټي معتبري وګڼو،خوكه خداى مه كړه موږافغانان خپله ديوه ډالر،يوې كلد� �ي او... له پاره دمسلمان ورو ر مرګ داسي ونه بولو لكه يو شى، نو بيا د سولي او خوښۍ غوښتنه په يوه ګام وسپوږمۍ ته د ختلو په مانا دى  . ",دانوګاونډي توب دى؟؟ 2962, زريــن انـځـور / جرمني,"   مېړني دي چې يادېږي  !!  زريــن انـځـور / جرمني په امريکا کي د چکنور د ملا سيب په وياړ مجلس راپور� �ه دې ځايه ولولی",(زريــن انـځـور) د چکنور ملا (( رح )) ياد غونډې ته : 2963,محمدابراهيم (( سپېڅلى )),"  چاته ژورناليسټ ويلاى سو؟ آياټول هغه كسان چي په خبري رسنيوكي دنده ترسره كوي ژورناليستان دي؟دخپلواك ژورناليزم ميعيارونه كوم دي؟ دااودغه ته ورته پوښتني دبي،بي،سي راډيودپښتو څانګي پروډيوسر ښاغلى داود(جنبش) ځوابوي .دپوښتنودپوښتولوڅخه مي ترمخه ورته وويل زموږدرانه لوستونكي چي حتماًستاسوراډيو هم اوري،  مركه كوونكى محمدابراهيم (( سپېڅلى ))  چاته ژورناليسټ ويلاى سو؟ آياټول هغه كسان چي په خبري رسنيوكي دنده ترسره كوي ژورناليستان دي؟دخپلواك ژورناليزم ميعيارونه كوم دي؟ د ا اودغه ته ورته پوښتني دبي،بي،سي راډيودپښتو څانګي پروډيوسر ښاغلى داود(جنبش) ځوابوي . دپوښتنودپوښتولوڅخه مي ترمخه ورته وويل زموږدرانه لوستونكي چي حتماًستاسوراډيو هم اوري، ډيرى يې ستاسواوستاسودژوناليستكي كارونوڅخه دهمغي راډيودلاري پيژندګلوي لري خويولړنوري پوښتني لكه ستاسودزېږېدودځاى اودژورناليزم په برخه كي دتحصي� �اتوپه اړه غواړي له تاسوڅخه خپله واوري نوډاكټرصاحب جنبش زموږداغوښتنه ومنله اوخپل ځان يې داسي راوپيژندى :  ځواب : نوم مي محمدداوداو( جنبش) تخلص مي دپوهنتون دمحصلۍله وخته پرځان باندي ايښى دى دزېږېدوځاى مي هرات اواصلي دپلاراومورځاى وطن مي كنړدى ښوونځى مي دهېوادپه بېلابيلو ولايتونوكي لوستى دى هغه مهال چي مرحوم پلا� �مي هلته وظيفه اجراء كوله موږبه ورسره وو چي هغه دننګرهارڅخه شروع سوېده . دكابل،پروان،شينوارودلويې او� �سواليو، دمومندودرې  اوبالاخره بيرته په كنړكي ختمه سوېده بيامي دكابل پوهنتون دادبياتوپوهنځي لوستي چي هغه مهال دژورناليزم پوهنځى ددغه پوهنځي يوه برخه وه هغه چي په كال ۱۳۵۷هجري لمريزله همدې پوهنځي څخه فارغ سوم داچي نمرې مي يوڅه ښه وې نوپه كدركي پاته سوم بيايوڅه وخت ورسته يې عسكرۍ ته واستولم دعسكرۍ څخه چي راغلم يوبو� �س ته ولاړم په تاشكندكي مي دژورناليزم ماسټري واخيسته اوبيامي دډاكټرۍ لپاره غوښتنليك دماسكوپوهنتون ته واستاوه اوهغوى هم ومنلم اوپه ۱۹۹۳ميلادي كال كي مي دماسكوله دولتي پوهنتونه په ژورناليزم كي ماسټري واخيستله . دكورني ژوندپه اړه به درته ووايم چي واده مي كړى دى اوثمره يې يوزوى اودوې لوڼي دي چي مشرۍ لو� �مي ( فراه ) نوميږي داولسوكالوده اودفلم په كالج كي زده كړه كوي ورپسې مي زوى دى چي ( پسرلى ) دى چي دپنځ� �سوكالودى اودكمپيوټرپه زده كړوباندي بوخت دى اووړوكې لورمي چي ديوولسوكالوده او( مسكا) نوميږي چي داهم په � �ومړنيوزده كړوبوخته ده .  كله چي په ۱۹۹۴ميلادي كال كي په روسيه كي دچيچينياجګړه پېښه سوه نوبي ،بي ،سي يوچاته اړتياپيداسوه چي له روسيې څخه ورته خبرونه وركړي هغه وچي زماسره يې په دغه كال يولنډمهاله تړون وكړ ت� �څودچيچينيا رپوټونه  ورته وركړم  په ورستيوكي زماكاردايمي بڼه غوره كړه نه يوازي پښتو څانګي ته بلكي دري څانګي ته مي هم رپوټونه وركول . داچي په په ۱۹۹۷ميلادي كال پخپله په لندن كي ځاى خالي سواوماامتحان ورته وركړى و چي له هغه ورسته دادى يوولس كاله كيږي چي هلته دپروډيوسرپه صفت دنده اجراء كوم .  پوښتنه : داچي په روسيه كي مولوړۍ زده كړي كړيدي نوپه روسي باندي به ښه لاس بري ياست ؟  ځواب :بلې په تاشكندكي چي مي زده كړي كړيدي هغه په روسي ژبه وي همدارنګه په مسكوكي چي مي زده كړي كولې هغه هم په روسي باندي وې نوله دې امله مي دماسټرۍ اوډاكټرۍ دواړه تيزسونه  په روسي ژبه ليكلي دي . پوښتنه : داچي په ژورناليزم كي اوږده سابقه لرﺉ، كه راته وواياست چي ستاسوپه نظرچاته ژورناليسټ ويلاى سو؟  ځواب : زماپه نظرژورناليسټ دغسي يوڅوك دى چي هغه دټولني سترګي اوغوږونه دي ځكه ديوې ټولني په عادي ژوندكي ډيري داسي كيسې پېښيږي چي هرڅوك يې نه سي درك كولاى يوازي ژور ناليسټ يې درك كولاى سي دبيلګي په ډول په بڼ كي يوښكلى ګل وي هرڅوك يې ترڅنګ تيريږي خو� �اعرچي يې له څنګه تيريږي شعرورته ليكي دغسي پيښي شاوخواوي مثلاًدچاپيريال خرابي ناروغۍوي ژورناليسټ ځي ددغه ناروغۍ په اړه رپوټ چمتوكوي اودچارواكوتوجه ورته رااړوي چي داكاربيابل څوك نه سي كولاى يايې نه سي ليدلاى يايې نه سي اورېدلاى نوځكه موږ وايوچي ژور ناليسټ ديوې ټولني سترګي اوغوږونه دي نوله دې كبله هرڅونده چي داست� �ګي اوغوږونه حساس وي په هماغه ډول به كارونه هم ښه پرمختګ كوي خوله بده مرغه كه چيري داغوږونه اوسترګي حساسي نه وي نوډيرشيان پټ ځيني پاته كيږي .  پوښتنه : آيادخبري رسنيوټول كاركوونكوته ژورناليستان ويلاى سو؟  ځواب : نه ! ژورناليسټ يوازي هغه څوك دى چي عملاً درپوټ وركولوسره سروكارولري ،زموږ په هيوادكي داسي يودودجوړسوى دى هغه څوك چي دميكروفون وشاته كښيني دوى يې نطاق بولي ،هغه هم مهمه دنده ده خوژورناليسټ هغه څوك دى چي سيمي ته ځي پخپله يورپوټ ليكي اوبيايې دوړاندي كولولپاره چمتوكوي ياپه بل عبارت دى يونوښتګردى اوقلم يې چي نه ښوري هغه ژورناليسټ نه دى .  پوښتنه : ستاسودخبري څخه دغسي معلوميږي چي هغه دپوهنتون استادان چي په پوهنتون كي دژور ناليزم اُصول تدريسوي اوپه عملي ډګركي يې كارنه وي كړى ژورناليسټان نه سوورته ويلاى ؟  ځواب : نه ! زه دغسي وايم هغه چي استادان دي ( درس وركوي ) هغوى كه دغه پياوړتياولري چي رپوټ وليكي اووړاندي كولوته يې چمتوكړي ( قلم يې دخوځيدووي ) ژورناليسټ دى اوكه يې قلم د خوځيدو نه وي زماله نظره ژورناليسټ نه دى ځكه هغه رپوټ نه سي ليكلاى ،يوه مركه نه سي چمتوكولاى اونور. پوښتنه : ستاسوپه آندژورناليزم دژوندسره څونده اړيكي لري؟  ځواب : مخكي مي وويل ( ليدل اواورېدل ) په ژوندي موجودكي دوه حسونه دي اودادواړه ډيرمهم حواس دي چي ددې په له منځه تګ سره دبل هرژوندي شي دوجوديوه مهمه برخه ضائع كيږي له دې امله يې دژوند سره رابطه داده چي  ددغه حواسوله لاري ژورناليزم انساني ټولني ته  د وجود امكان وركوي چي ددې � �اري په ټولنه كي يودبل په ستونزواوښيګڼوباندي وپوهيږي له بله پلوه داسي ويل كيږي : مطبوعات چي ژورناليزم دهغي دسرته رسولووسيله ده يوڅلورم ځواك هم دى دااوهغه دټولني په استاز يتوب ددولت په چاروباندي يوډول ناظ� �غوندي دى چي دى څه شي سرته رسوي ؟  په دموكراټو ټولنوكي همداژورناليزم دى،همداخبري رسنۍدي اوهمداژو� �ناليسټان دي چي ددې امكان برابروي چي په يوه ټولنه كي رئيس،وزير يا والي دخلګوله نظره پټ څه كوي ( په دموك� �اټيكوټولنوكي ژورناليزم يومهم ركن دى چي ددرونوروقوو مقنيې،قضايې اواجرايې  ترڅنګ دشفافيت درامنځته كولو يوه وسيله ده . )  پوښتنه : ستاسوله نظره يوژورناليسټ څه مهال پخپل كاركي بريالى دى ؟  ځواب : بريالى ژورناليسټ هغه دى چي دى دميزترشاارام دخبرراتلوته كښېنه ني بلكي خپله په خبرپسي وګرځي اويايې دامكان تركچي داړيكوساحه دومره  پراخه وي چي هرځاى يوڅه پېـښيږي ،دى په خبر وي ځكه ويل سويدي چي هغه ژورناليسټ چي م وضوع يې له لاسه وركړه  مړدى بېله موضوع ژورنا ليسټ شتوالى نه لري اوپه ژورناليزم كي دايوه معقوله هم ده چي: (( ښه ژورناليسټ هيڅكله دموضوع له نشتوالي سره نه مخامخ كيږي )) له دې امله داسي ويلاى سوچي دښه ژورناليسټ لپا� �ه عادي موضوع هم دخبرموضوع ده ،دى ځان بې خبره نه پريږدي اوتل موضوعات ورسره وي .  پوښتنه : آياژورناليسټ ديوه خبرياګذارش په چمتوكولوكي كولاى سي حكم وكړي ؟ ياكه داسي ووايو چي په يوخبريا ګذارش كي دحكم پوله ت� �كومي كومي كچي پوري ده ؟  ځواب : په خبركي موږ قطعاً ځاى نه لروياپه بل عبارت خبريوازي دافكټونواوهغه څه چي پېښ سويدي دحقايقويوغبرګون دى ( ژورناليسټ هيڅ حق نلري چي قضاوت وكړي ) همدارازپه ډيسپيچونو يالنډو � �پوټونوكي هم ژورناليسټ دخپل نظردڅرګندولوحق نلري يوازي په تبصرواوارزونوكي دنظروركولوحق لري خوپوله يې م علومه ده دبيلګي په توګه ټاكني رارواني دي يوژورناليسټ كښېني اويوګذارش ورباندي ليكي چي ټاكنوته كوم ګواښونه متوجه دي ؟ آمنيت څنګه دى ؟ نړيوالي مرستي څنګه دي اوهمدرانګه لوژستكي چمتوالى تركومي كچي دي په دغسي ځايوكي دى يوازي خپل نظروركوي او لاري چاري يې بيانوي خودلته هم دقاضي په ډول قضاوت ياحكم نه سي كولاى م نظورمي دادى چي تور اوسپين دده لپاره يوشى دي بس دومره به وايي چي زماله نظره پيښه دغه بهيرته لوېدلې ده اصلي مسير دغه دى اوكه داسي ونه سول دغه لارسمه ده .  پوښتنه : يوه خبرته موږڅونده وخت ورسته لانوى خبرويلاى سو؟  ځواب :هغه مهال چي موږ په پوهنتون كي وويومتل مودرلود(( دنن ورځپاڼه دسبالپاره يوازي دنصوار و دپوړۍ لپاره په كاريداى سي . ))  نويوخبرترڅوچي خپورسوى نه وي اوداورېدونكوترغوږوپوري ورسېدلى نه وي نوى دى خوچي يوځل خپورسي بيازوړ دى زماله آنده نننۍ نړۍ ډيره فعاله ده اوخبرونه ډيرژرزړيږي كه ته يې اوس خپورنه كړې اوماښام ته پرېږدې نوري څووسيلې سته چي په دې ترڅ كي يې خپروي خويوه خبره ډيره اړينه ده او هغه داچي كه ته غواړې چي خبرژرخپوركړې نوپام به دي وي چي بيلانس ياتعادل به په نظركي نيسې ځكه داسي ډيرپيښېداى سي چي ته يوخبرپه ت� �وارخپوركړي اوهغه سباته ناسم وخيژي دلته زماموخه دانه ده چي ته نوپه يوه خبرباندي ورځي ياساعتونه واړه وه بلكي ستاصبربه ددقيقوپه حساب وي خو ولي بياهم زه دخبرترژرخپرېدوپرښه چيكولويې ډيرتاءكيدكوم يعني زموږ كا� �بايددبرق په چټكتياسره وي اوبايدپسي وګرځو،تلفون پسي وكړواوپسي وځغلو. ځواب : جنبش صاحب ! ستاپه آند پښتوژورناليزم له پيله څخه تراوسه پوري داسي پرمختګ كړيدى چي راتلونكي ته يې خوښ واوسو؟  ځواب : موږپه هيوادكي داميرشيرعلي خان له وخته څخه په ليكلې بڼه ژورناليستيك فعاليتونه وينوله هغه وخته چي شمس النهارخپ� �ه سوېده كابودوې يايوه نيمه پيړۍ به كيږي نودهغه وخت په پرتله موډير پرمختګ كړيدى ځكه په هغه وخت كي يو يادوو تنوليكل كولاى سول خواوس موږ په لسګونو ژور ناليستان لرو،په هغه وخت كي به يوازي په دري ژبه وواوس موږ په پښتو،دري اوانګليسي كي ښه تكړه ژورناليسټان لرو معنی داچي موږ ډيره وده كړېده پښتوژبه په لومړي ځل په سراج ا� �اخباركي دمحمود(طرزي ) په وخت كي مطبوعاتوته لاروكړه ډيرلږبه كله يوشعريايومطلب په پښتوژبه خپرېدى نوتاسويې له هغه وخته څخه بياتراوسه پوري سره پرتله كړى دپښتوپه برخه كي دژورناليستانو خواډيره لاروهل سويده اوس په پـښتوكي ژورناليزم داسي ځاى ته رسېدلى دى چي سړى ويلاى سي كه چيري دا بهير همداسي روان وساتل سي كيداسي چي دنړيوالومعيارونوسره سم سي .  ولي خبره داده چي ځيني دژورناليزم څخه دتبليغاتي وسيلې كاراخلي دامهم دى مګرموږ بايدسم ژورنا ليزم زده كړويعني موږ آزاديو ولي مسوليت هم لرومثلاً چټكتيا كوو ولي دقت ته هم پام كووهمداډول ژبي ته هم بايد ډيرپام وسي زه ګورم هرڅوك په ليكنوكي هرډول املاءكاروي بايديوې برخي ته راوګرځو دا مشكل په ټولوژبوكي دى خوپه پښتوكي بيابيخي ډيردى هرڅوك له ځانه څخه افعال كاروي اوهر څوك ځانته داحق وركوي چي څنګه يې زړه وغواړي هغه سي كليمې جوړوي نواوس هغه وخت رار سېد لى دى چي ترڅوپه ژورناليزم كي صيقل سوې ژبه ونه كارول سي خپل مطلب تراورېدونكوپوري نه سي رسولاى ځكه ژبه دمطالبودارايه كولويوه وسيله ده اودژبي زده كول يومهم ركن دى چي بايد هر ژور ناليسټ ورته پام وكړي .  پوښتنه : جنبش صاحب ! كه ژبه ډيره ادبي سي بيابه عام خلګ نه په پوهيږي په داسي حال كي چي زموږ اورېدونكي ترخواصوعوام ډيردي ؟  ځواب : نه ! زمامنظوردانه دى چي زموږ ژبه دي دونده ادبي سي چي عام اولس دي په ونه پوهيږي ،زموږ توپيرله داستان ليكونكواوشاعرانوسره دادى چي موږ ساده وايوترڅوهرڅوك ښه په پوه سي اوژور ناليسټ بايددخپلي ژبي په ډول،ډول لغاتونواوافعالوپوه وي ترڅ وتكراري افعال اولغاتونه هرځاى ونه كاروي ځكه يوډول لغاتونه اوافعال كه چيري وكارول سي دژورناليسټ كلام بېخونده كوي اما كه ته شعروليكې،كه ته داستان وليكې نوبيادژورناليزم له پولي څخه واوښتې .موږشاعران اوداستان ليكونكي نه يو ولي موږبدرنګه ژبه هم نه ليكوموږ، ښايښته ژبه ليكو.  پوښتنه : جنبش صاحب ! دژورناليزم په � �ګركي موداسي كوم كاركړيدى چي دلته يې يادونه وكړى .  ځواب: ماپه ژورناليزم كي دوه كتابونه په روسي ژبه � �يكلي دي،درې كتابونه مي دكابل پوهنتون ته هغه مهال چي درس مي پكښي وايه ديوشميرنورواستادانوپه مرسته ددرسي متن په توګه ليكلي دي اويو شمېرمقالې مي دكابل پوهنتون په مجلوكي هم چاپ سويدي دازماعملي كار ؤ  تق� �يباً داټول پوهيدلى ژوندمي په ژورناليزم كي تيرسويدى آن دنهم اولسم ټولګي څخه مي لادژورناليزم سره مينه وه يواونيم شىبه مي ليكى په دې حساب زه داخپل ژوند بېله ژورناليزم څخه هيڅ تصوركولاى نه سم كه دليكلو منظور مووي داسي يوڅه شى مي پكښي ليكلي دي ،يوڅه وخت دتاشكندپه راډيوكي مي نطاقي كړېده ،يوڅه وخت هم دايران داژانس لپا� �ه په مسكوكي خبريال وم .  پوښتنه : دغه اوسنى كارمودهغه نوروكارونوسره څنګه پرتله كوى ؟  ځواب : دستندرله مخي چي ورته وكتل سي يوهم دبي،بي ،سي ميعيارونوته نه رسيږي هميشه زمالپاره دبي،بي،سي ژورناليزم دلوړي كچي معياردى داپه دي نه چي زه پكښي كاركوم شايداورېدونكي يې هم راسره ومني ځكه چي بي،بي،سي ډيرقوي مس� �كي كسان لري اوجالبه خو لاداده چي دهري سيمي لپاره دوىدتبصره ليكونكواوڅيړونكوجلا،جلاډلي لري اوهغوى دهغه سيمي په ژبه ،كلتور اوعاداتوباندي پوهيږي دابي،بي ،سي ته داوړتياوركوي چي ددوى ژورناليزم دي په لوړه كچه وي نوزه دادوې نوري موسسې چي ماورسره كاركړيدى دمسلكي لحاظه دبي،بي،سي سره نه سمه پرتله كولاى ځكه په تاشكند كي به موږ دسباورځي خبرونه نن ثبتول اوبيابه سباخپرېدل البته دايران آژانس بيانوري ځانګړ تياوي درلودې چي زه يې � �ه بي ،بي ،سي سره نه سمه پرتله كولاى .  پوښتنه :( سرې لښكري په افغانستان كي) ددې كتاب په اړه كه راته وواياست چي دژباړولوانګيزه يې څه وه ؟ ځواب : داخود( باريس ګروموف ) ليكل سوى كتاب دى نوموړى ليكوال دشو� �وي اتحاد دلښكرو قومندان اوورستى روسي پوځي وچي دافغانستان څخه ووت اوده خپلي خاطرې په يوه كتاب كي راټولي كړي وې چي روسي نوم يې دى ( محدودپوځي قطعات ) كله چي ماداكتاب وژباړى نومايي نوم وربدل كړاو( سرې لښكري په افغانستان كي ) نوم مي ورباندي كښېښودداپه دې چي ماويل ډيرخلګوته ورنېژدې سي البته ځيني شيان په دې كتاب كي راغ� �ي دي چي زه ورسره موافق نه يمه كيداى سي صحيح نه وي خوپه دې خاطرچي ديوه ليكوال هغه هم ديوه داسي چاليكنه ده چي په افغانستان كي يې ډيرخلګ پيژني نومادالازمه وګڼل چي داكتاب په پښتوهم وژباړل سي اوپښتانه هم په پوه سي چي په اتيايمه لسيزه كي دشوروي اتحادپه موجوديت كي پرافغانستان څه سياستونه تېرېدل ؟ ښاغلى جنبش صاحب ! ستاسوڅخه ډيره مننه چي له موږ سره مركې ته حاضرسولاست اوزموږ ټولو پوښتنوته موپه ورين تندي ځواب ووايه . مننه ",داود جنبش : ژوندمي په ژورناليزم كي تېرسوي دى 2964,سعدالدین شپون,"      همداسې چې د بنيادم  په بدن کې  د بهر نه را غلو یا په داخل کې د را کتېدلو مکرو بو نو د يرغل په مقا بل کې تد بيرونه ځای په ځای شوي  ،لوی خدای د انسا نانو هر ټولي، هرې ټو لنې ته د نجات او بقا د پاره ځينې  وسيلې او وسلې  په تو منه کې ور اغږلي دي. دهرې ټولنې دغه داخلي دفا عيٍ تدبیرونه  ځا نله اډانه او تر کیب لري. په افغانستان کې ، په تیره د پښتنو په ټو لنه کې  دوه عنصرونه ددغې وسیلې بنیادي ستنې دي یو دیني او بل ملي غرور. یو هم اجنبي تیری نه مني. ملي غرور د ځایي مشرانو ، خا نا نو، ملکا نو په و جود کې تجلی کوي او دیني غرور په ملایانواو روحاني مشرانو او پیرانو کې. د بحران په مهال نو دا دوه ګوني عنصره سره یو شي چې بیا  یې بېلول مشکل  یا کله لا هم نا شوونی شي. همدا زم وږ په ژوندوني چې د روسا نو د یرغل سره د مقابلې مثال را وا خلو نو ګورو چې ګرده عنا صر سره یو ځای شوي او د هغوی د تر کیب نه د مقا ومت داسې  یو ټینګ سد جوړ شوی چې د نړۍ د ټولو نه طاقتور سېلاو مخه یې و نیوله. د روس مقا بل مقاومت کې لا یو بل دفاعي عنصر هم را زرغون شو او هغه د منورینو ،ما نا  سیاست پو هانو، لیکوالو، اسلامي بنسټپالو  او  سیکیو لر ایډیا لوجستانو  ګډون  کول و.   نو دا بحثو نه ما ته هسې د مړې ګېډې پاړسو ښکاري چې د شوروی سره د افغانانو مبارزه ملي پا څون و که اسلامي جهاد. سمه خبره دا ده چې د ټولنې ټولې اجزاوې  په یوه مرغلین مزي کې د حبل الله جمیعا په نمو نه مضبوط شوي وو . ډاکټر مجروح د مو لوي خالص سره، حکمتیارد پیر ګیلاني یاحضرت سیب سره،پرو فیسررسول امین د د پرو فیسر سیاف سره  نوره څه ګډه وجهه لرله؟، نور یې څه شیروار و ، غیر له افغاني مقا ومت نه  ، غیر له دې چې د بهرني ی� �غل په ضْد یو لاس و؟ غیر له دې چې په تولو کې هما غه یوه افغاني روحیه چلېده؟   ددغه وروستني جهاد او د پخوانو  یوا ځې لوی فرق داو چې په دې و� �وستي کې سر تا سري ،مشر پیدا نه شو حتی سمتي او محلي مشران هم یو دبل سره په سیالۍ او تربګنۍ ونښتل. حال دا چې د تیرو، د پېرنګیا نو یرغلو نو په وختو نو کې د یو ې سیمې پا څون  د بل مرستندوی او یو ملي او روحا ني مشر د بل  یار و. او د هغې یو لوی دلیل داو چې دغه روحاني او ملي مشران د خ� �کو له مینځ نه، د جو ما تو نو ، حجرو نه  را وتلي دي . دا کوم خارجي قوت نه دي مقرر کړي او نه په  خار جي مادي ملا تړ تکیه وي.   په دغو مشرانو کې څلور صفتو نه واضح ښکاري. یو دا چې له خلکو مادي ګټه نه کوي بلکه ورباندې لوري یې هم. دویم دا چې دولس په ګته حکم کوي یا لږ تر لږه داسې چې ضرر یې خاص او نفعه یې عا مه وي. دریم دا چې یواځې به جو مات او مجلسو نو او جرګو کې په اول صف کې نه وی ولاړ بلکه د خطر په وخت او بحراني حا لا تو کې هم لکه د زاڼو میر چې ټول باد او ب� �و اوله د همده په سینه لګیږي، د ټولو نه مخکې لار و باسي. شهید عبالحق چې د جبار خیلو د خا نا نو و ، یوه ورځ یې ما ته ویل« داسې نه شي کېدای چې د پیښور  په ودونو او ښادیو کې به موږ خانان بر سر کښینو او چې د روسا نو برید راشي نو بیوزلي بزګرانو ته وایو چې هلی د جبهې سر ته درومﺉ. هغه به تل ویل زما خاني ډول کوي د پښتنوا لې سره. همداسې هم شو .وزیر اکبر خان بل غازي ته ما موریت ور نه کړ چې مکناټن ووژني، بلکه ویې ویل ، دانور یې ستا سو، دا لوی خنزېر ما ته پرېږدﺉٌ. څلورم صفت یې تدبیر دی چې د سختو حا لاتو نه د را وتلو  لاره را و باسي. نو دافغانستان مشري  داسې آسا نه نه ده  . په هډې کې خو بودايي بو تان هم ډیر و خو هډه په دې مشهوره ده، چې خلک یې زیارت ته و� �ځي ځکه چې د نجم الدین آخونزاده  ټا ټوبی دی. دچکنور ملا سیب امیرمحمد آخون هم همداسې مشر و.ددوی جناب نور منقبتو نه به دلته عزیزان په تفٌصیل سره ووايي خو زه به یې د مش� �تا به د څلورم شرط  یعنې تدبیر یا دونه و کړم. د اسنادو نه داسې ښکاري چې د پرنګي سره په مقابله کې په غازیا نو باندې د اکما لا تو تنګسه وه. دوی په خپله کومه بودجه نه لرله چې په هغې باندې وسلې، مرمۍ او خورا کي مواد واخلي، نو د خلکو په بسپنې او سخاوت تکیه وو. خلکو د وسې سره سم مرستې کولې خو دا وسه محدوده وه او هلته بلې خوا ته څه به چې د مځکو نه بود شول هغه به حکو مت ته ور کو له کېده، نو ملا صیب د تد بیر په رڼا کې  پوه شو چې د افغانستان د بقا دپاره باید  کو مه لار را وباسي. ح کو مت خو دومره بیکاره دی چې سپه سالا یې د خپلې پښې د یوې ګوتې ژوبلېدو ته د شهادت رتبه ور کړه او د سکه انګریز � �ښکر نه یې ما تې و خوړه. نو یې   د خلکو نه وغوښتل چې دغه  ما لیه حکو مت  ته نه بلکه غازیانو ته ور کړي او چې خلک د حکو م ت د عتاب  له ویرې دوه زړي شول نو یې لیکلی سند ورکړ چې دا به وروسته ددوی په مالیه کې م جرا شي. دا یو لوی ریسک او خطر و چې ملا سیب په ځان و ما نه، ځکه په هغې کې د وحت د حکو مت په مقا بل کې د بغاوت خطر پروت و . نویې د خلکو ما لیه په خپل امر د غزا په چارو ولګو له. چې دخپلواکۍجنګ کا میاب ختم شو نو ملا سیب د همدې سرغړاوي په ګناه کال وسر د حکو مت سره ایسار و، البته بندي نه و خو په ګرځېدو یې بندیز و، تر څو امان الله خان د ملا سیب په تدبیر پوه شو ، ما لیه یې و بښله او په اعزاز یې حج ته د تګ بند وبست ور له وکړ. د مشرتا به دریم شرط خو یې له اول نه پوره کړی و او تل به د جنګ په لو مړي صف کې ولاړ و او بلکه د ګو لیو د ږلیو په مبنځ کې به یې هم د غازیانو د ننګو لو د پاره ، په آس سپور په ټو لو لیکو دوره کو له. دا نور شرطو نه  خو یې د هما غه اول سر نه، د هډې د آخونزاده  له برکته خپل کړي وو.  په آخر کې به ستا سو په اجازه د افغانستان د تاریخ په بهیر کې د مشر یا لیډر د پیدا کېدو عملیه به نظم کې درته انځور کړم .     سا عتو نه ورځې شپې شی ورځې و ګرځي کا لو نه کال په کال پسې را اوړي ترینه جوړ شي څو قرنو نه خښته کینوي په خښته  ترې ودان شي لوی ښارونه ووړ کورګی وي ووړ بورجل وي، ترې را وځي ولسو نه   ورپسې: د ولس کړنې عادت شي، عنعنې ترینه پیدا � �ي عنعنې رسم ورواج شي، په رواج قا نون بنا شي چې قا نون شو نو اخلاق شي، مذ‌هبونه ورنه را شي چې مذهب شي ، عقیده شي، توغ په لاس توره تر ملاشي   نو   یو قوی شي شي بل ضعیف شي، یو غ� �یب شی او بل خان شي یو کم اصل بل اصیل شي، یوه مځکه بل آسمان شي د یوه ماڼۍ دنګېږي، د ها بل په کې کور وران شي   خو په همدې وخت کې   غلې شا نته دښمني وي ، په ورورو یې اور بلیږ ي دوی خبر نه وي له ځا نه، هر څه تندر چې را لوېږي دوی یې بو لي له � �سما نه په مینځو کې سره غله شي، ته له ما وهه زه تا نه  ", دچکنور ملاولې خلکودمشرپه حیث ومانه؟ 2965,," د پنجشنبې په شپه د ٩ بجو شاوخوا کې د کابل ښار د ٧ ناحيې اړوند د (حسن پله) سيمه کې يوتوغندى ولګيد چې له امله يې ٢ تنه ولسى وګړى مړه او ٢ نور ټپيان � �وي دي . د پوليسو د ٧ حوزې مشر بينوا ته د بريد پخلۍ وکړ اوز ياته يې کړه دا کار د افغانستان د دښمنانو دى او د � �وګر د سميې څخه توغول شوى دى . ",د توغندي د بريد له امله ٢ تنه کابل کې مړه شول . 2966,," نړيوال بانک ٦٠ ميليون ډالر وړيا م� �سته د افغان دولت د چارواکو په واک کې ورکوي تر څو په لګولو سره يې په ښارونو کې د څښاک دپاکو اوبو او کرنې يو � �مير پروژې جوړې کړي .دښارى پراختيا وزير پښتون د خبرو په بنسټ د دغو پروژو په بشپړيدو سره به په سلو کې ٥٠ فيصده وګړى د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمن شي .او س مهال په ښارونو کې يوازې په سلو کې ١٨ فيصده خلک د څښاک پاکې اوبه لري او څه باندې ٨٠ فيصده ولس د څښاک له پاکو اوبو څخه بې برخې دى .ددغو مرستو ٤٠ ميليون ډالر به دڅښاک د اوبو او ٢٠ ميليون ډالر د مالدارى او باغدارى په پروژو کې ولګول شي . ",له افغانستان سره ٦٠ ميلون ډالر وړيا مرسته کيږي 2967,," د ناروې پلازمينه اوسلو کې ٢٣ تنو افغانانوپرون د اوسلو ښار يوې ستر کليساته نږدې د نه خوړو په اعتصاب لاس پور کړى دى . دغه اعتصاب د دغه هېواد د دولت دهغه پريکړې په ضد پيل شوى، چې له مخې يې د ناروى دولت غواړى لږترلږه ٢٠٠٠ افغانان له ناروې څخه وباسى او خپل هېواد ته يې ستانه کړي . راټول شوو افغانانو د ناروې دولت دا ډول پريکړه ناسمه بلله اوددغه هېواد له چارواکو څخه يې هيله څرګنده کړه چې خپله پريکړه کې بدلون راولي .له هېواد څخه بهر د افغانانو دنه خوړو اعتصاب په داسې م هال کې کيږي ، چې د هېواد دننه يې ناکرارى او بې امنى مخ په ډيريدو ده او د دوو تيرو اونيو په ترځ کې په جنوبى سيمو کې له مخالف جنګياليو سره په اخ او ډب کې په لسګونو تنه ولسى وګړي وژل شوي دي. ",اوسلوکې ٢٣ تنو افغانانودنه خوړواعتصاب کړى 2968,," افغان ولسمشر حامد کرزي چې د ايران په رسمى سفر بوخت دى ددغه هېواد د اسلامى انقلاب ا و مذهبى مشر( ايت الله سيد على خامنه يى ) سره چې د ايران ولسمشر محمود اح مد نژاد هم حاضر وو، پرون و کتل . خامنه يى د دواړو هېوادو ترمينځ د ژوروفرهنګى ، تاريخى او مذهبى اړيکو شتون ددوو اړخيزو اړيکود ټينګښت طبيعى او غوره لار وبلله او د ايران او افغانستان ترمينځ يې د اړيکو پراختيا د دواړو هېوادو د ګډو او ملى گټو خونديتوب وگاڼه .ده د هيرمند د اوبو او د افغانستان په بيا رغاونه کې د ايران خپلواک او فعال شتون ته هم ګوته نيولې او وايى ،افغانستان د بهرنيو او يا منحرفو حکومتونودلاس وهنې له امله په وروستيو لسيزو کې ډير وروسته پاتې شوى ، اماد افغانستان ملت کولاى شي د پرمختګ لار ووهى ،په دې شرط چې امريکا او اروپايان په افغانستان کې له لاسوهنې څخه لاس واخلى .کرزي هم د ايران د مرستو يادونه وکړه ا وڅرګنده يې کړه چې افغان ملت به د ايرانى وروڼو مرستې له ياده ونه باسي او موږ په نړۍ کې وياړو چې د ايران د دولت او ملت په څير دوست لرو. ده وويل موږ د ايران سره د غورو اړيکو غوښتونکى يو . همداشان کرزي نن د بوستان په ماڼۍ کې د ايران د بهرنيو چارو د وزير منوچهر متکى سره هم کتلى او ټاکل شوې چې د امام خمينى زيارت ته لاړ شي او دګلانو د ګيډى په ايښودو سره خپل د درناوى مراتب په ځاى کړي . کرزي به همداشان د خپل سفر په ترځ کې دنړيوالو ستراتيژيکو مرکز اود سوداګرۍد خونو مشرانو او استا زو ته م وينا واوروي او په مختلفو ډګرونو کې به يو لړ تړنونه لاس ليک کړى . کرزي پرون نيم ساعت د تړلو دروازو تر شا د ايران له ولسمشر محمود احمدى نژاد سره کتلى ،اودواړو مشرانو د داړو هېوادو د اړيکو په ټينگښت او پراختيا باندې ټينګار کړى دى .په دغه سفر کې به د افغان بنديانو او کډوالو په ستونزو هم د دواړ هېوادو د چارواکو ترمينځ خبرى او بحث وشي . په ايران کې افغان کډوال د ايرانى چاراکود ناسم چ� �ند څخه سرټکوي او د افغانستان د ننه ډير شمير افغانان کابل او هرات کې د ايران د قنسلګريو له چارو اکو څخه د ويزو د لاس ته راوړلو په اړوند ډير ناخوښى دى .افغان ولسمشر به نن بيرته افغانستان ته راستون شي . له دې نه وړاندې و يل شوي وو ، چې قطر ته به يو ورځنى سفر وکړي . ",کرزي د ايران د انقلاب له مشر سره کتلي 2969,," چارواکواندونيزيا کې ويلى چې د شنبې د ورځى زلزله کې څه کم ٣ زره انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى .له ١٠ زرو څخه تر ٢٠ زرو کسان په کې ټپيان شوي او٢٠٠ زره کډه شوي دي .دغه زلزله پرون سهار سيمه ايز وخت ٦ بجو وشوه ،چې په سيمه کې يې د پام وړ ځانى او مالى زيان اړولى دى .د اندونيزيا ولسمشر په خپله د يوګياکارتا زلزله ځپلې سيمې ته تللى دى . له دې سره سم د نړيوالو مرستو هلې ځلې ګړندى شوى چې بريتانيا د ٥ ميليون ډالرو ، کانادا، چين او امريکا هر يو د ٢ ميليون ډالرو مرستو ژمنې کړې دي . ګاونډى هېواد سنګاپور روغتيايى ډلې سيمې ته استولى او د نړيوال سره صليب کميټې مرستندويه ډلې هم د مرستې په موخه سيمه کې فعاليت کوي . د ژغورنى عمليات روان دى او د قربانيانو کره شميره لا هم نه مالوميږى . ",اندونيزيا کې زلزلى ١٠ زره ټپيان او تر٣ زره وژلى 2970,نسیم شفق ،لوگر," یم گیرشوئ دغمونوپه کمون کیپه اموپه اباسین اوپه جیحون کیاتکایم دجهان ددرست غمــــــــونویم خوشاله دی پیمای اودی تروی کیچاپیرکرئ دیارغم یم هسی شانیلکه تاوچی وی مستوره په پورون کیدغمونودکاروان یو همســــــــــــــــفریمکله وراندی کله وروسته دی گدون کیسل په سلوکی یی پوره نمری راکریمعلم دعاشقی دعشق مضمون کیگل اندامی که جفانه لاس پرسر شیزه شفق به کامرانیزم دی ازمون کی ",غزل 2971, انور شاهين خانخېل,"  په تېرو ورځو کې مې په وحدت ورځپاڼه کې د پښتو د يو ادبی شخصيت او ليکوال ښاغلی روښان يوسفزۍ ورور د (( د صوبې نوم تاريخ څه وائی؟)) تر عنوان لاندې يو مضمون تر سترګو شو. ښاغلی ليکوال يو ښه  کوشش کړی دی او چې څه يې ليکلی دی په خلوص، مينې او د خپلو باورونو مطابق يې ليکلی دی. او حقيقت هم دا دی چې پښتنو سره تل د مېرې مور سلوک شوی دی او تل يې په مختلفو طريقو استحصال شوی دی او د يو سازش تر لاندې علم، پوهې او ترقۍ ته نه دی پرېښودل شوی. او حتی چې د پاکستان تر کنټرول لاندې د صوبې نوم يې هم د پښتنو د پېژندګلو ، پهچان او � �ناخت په ځای يو داسې نوم (صوبه سرحد) کېښود چې له پښتنو سره هيڅ سمون نه خوری حال دا چې په کومه صوبه کې چې پنجابۍ ژبې والا خلک اوسيږی د هغې نوم يې ((پنجاب)) کېښود، چې په کومه صوبه کې سندهيان ډېر دی د هغې نوم يې ((سندهـ) کېښود او چې په کومه صوبه کې بلوچ قام اوسيږی د هغې نوم يې ((بلوچستان)) کېښود. خو د پښتنو صوبې سره يې بيا داسې ونکړل او نوم يې ورته ((سرحد)) کېښود. او توجيح يې دا وړاندې کړه چې د دې صوبې سرحد او پوله له افغانستان سره لګېدلې ده نو ځکه يې نوم سرحد غوره کړے شو حال دا چې د نورو صوبو سرحدونه هم له نورو هېوادونو سره لګېدلی دی نو ځکه يې دغه توجيح با� �کل بې معنې ده. خو زما په خيال خبره د پولې د لګېدو نه وه بلکې خبره خو يو له پښتنو سره د ظلم، زياتی، بې انصافۍ او د استکباری قوتونو په اشارو پښتانۀ خپلواکۍ او ترقۍ ته د نه پرېښودو وه او بله د ډيورېنډ د کرښې خبره وه چې د دغې کرښې معاهده تر سلو کالو پورې وه نو ځکه يې دې صوبې ته عارضی او موقتی نوم سرحد ورکړو، که څه هم له انګرېزانو سره د سلو کالو د ډيورېنډ د کرښې دغه معاهده يوه غېر فطری او له يو قوم سره سراسری ظلم ؤ خو بيا هم په اسلام کې حتی له کافرانو سره د معاهدو او تړونونو د احترام او خيال ساتلو ډېر تاکيد شوے دے. هغه بيله خبره ده چې کله د دغې معاهدې د ختمېدو وختونه راورسېدل نو عېن هم په هغو وختونو کې دلته د يو سازش تر لاندې په پښتنو کې د طالبانو په نامه يوه  ډله جوړه کړې شوه او هغه يې د نورو ډېرو مقصدونو نه علاوه د ډيورېنډ د کرښې د معاهدې د وخت له ختمېدو نه د خلکو د توجه اړول، د هغوی په لاسو يا د هغوی په نامه د اسلام د پاک دين بدنامول، هغوی ته اول د دهشت ګردۍ او ترهه ګرۍ ټرېننګ ورکول، او بيا يې په همدغه نامه په راټينګولو، وژلو، بندی کولو او ذهنی اذيت ورکولو سره د پښتنو قوت ختمول، د ايران د اسلامی جمهوی حکومت چې د زمانې د تقاضو او اجتهادی سسټم مـطابق راغلی په نړۍ کې د يو يواځينی خپلواکه حکومت په مقابله کې په يو فرسوده او وروستی پاتې شکل کې اسلام وړاندې کول او له اسلام نه د مسلمانانو په تېره بيا د پښتنو کرکجن کول او بې دينۍ، سيکولرازم او لېبرل ازم ته غاړه اېښودو ته د افغان ملت جوړول او د نړۍ نو� �و قومونو ته اسلام په غلط شکل کې پېش کول او بالاخره له دغې ډلې سره د مبارزې په بانه د افغان ملت په ټاټوبی باندې قبضه کول وغېره هم د دغې ډلې يا په دغه نوم باندې د ډلې د جوړولو له مقاصدو څخه وو. او اوس هم که د لر او بر پښتنو کې څه شعور او بيداری او د خپلواکۍ احساس راوچتيږی او د يو انقلابی او صحيح اسلام په لور رجحان او ګروهنه زياتيږی  نو کېدې شی امريکه او پاکستانی فوځ او واکمنان د طالبانو د ډلې او القاعدې په نوم بيا يوه بله ډرامه ش� �وع کړی او په دې طريقې سره هغوی  بيا د خلکو په څټونو مسلط کړی او هر څه بيا د يو بدرنګ مخی اسلام په نامه ګز ګونبد کړی. که څه هم په دغو موضوع ګانو ډېر څه ليکل پکار دی خو د بنده اصلی موضوع د ښاغلی روښان يوسفزی صېب د مضمون ((د صوبې نوم تاريخ څه وائی؟)) شننه او څېړنه ده. نو په دې لړ کې چې تر څو د صوبې د نوم تعلق دے نو دا خبره با� �کل په ځاے، روا او د اصولو مطابق ده چې د صوبې نوم دې داسې وی چې د پښتنو پېژندګلو او شناخت پرې کيږی خو يواځې نوم هم فائده نه کوی لکه بېت المقدس او فلسطين ډېر مقدس نومونه دی خو چې د صهيونېسټ رژيم تر تيری او قبضې لاندې دی نو يواځې ښکلے نوم به يې څه کوو؟ يا که مکه معظمه او مدينه منوره ډېر په زړۀ پورې او سپيڅلی نومونه دی خو چې د امريکې او د هغې د اېجنټانو له کنټرول نه بهر نه دی نو يواځې نوم به يې سټو که څه به يې کوو خو بيا هم که نوم د پښتنو له پېژندګلو سره سمون خوړونکے وی نو حق خبره ده خو چې تر څو د صوبې نوم د (( پښتونخوا)) اېښودلو سوال دے نو زما په خيال دا له (( پښتونخوا)) نوم سره زياتے او ظلم بلکې زۀ به ووايم چې د پښتونخوا د نوم محدودولو يو سازش دے. پښتونخوا د يوې صوبې نوم نه دے بلکې د يوستر، پراخ بنسټه او خپلواکه هېواد او ټاټوبی نوم دے چې د هغې له پراختيا نه څوک هم انکار نه شی کولې بلکې خپله يوسفزی صېب هم د تاريخ په رڼا کې ورته اشاره کړې ده چې احمد شاه بابا او خو� �حال خان بابا او نورو پښتنو مشرانو په خپلو ليکنو او شعرونو کې ورته پښتونخوا نوم استعمال کړے دے نو دا خبره بالکل سل په سلو کې صحيح ده چې د هر دور پوهانو او مشرانو دا سيمه په پښتونخوا بللې ده خو د هغو قدرمنو مشرانو � �ه پښتونخوا نه مراد اوسنۍ د سرحد په نوم وړه صوبه نه وه بلکې هغه د يو ډېرې لوئې سيمې تصور دے چې که په هغې باندې د پښتنو د ژبې، پښتون کلتور، پښتون تمدن،پښتون فرهنګ، پښتون سياست او پښتون اسلام واکمنی راغله نو بيا د دغو نړيوالو استحصال کوونکی مستکبرو قوتونو او د هغوی د اېجنټانو ګټې او مفادات له منځه ځی.  البته مونږ دومره ويلې شو چې دا صوبه چې  په هر نوم باندې وی خو د کوزې (( پښتونخوا)) د جنوبی برخې يوه صوبه يا ولايت يې ګڼلے شو نه چې د پښتونخوا هغه پراخه تصور په يوه وړه سيمه کې محدود کړو!!!!! تر څو چې د صوبې د نوم په هکله د پښتو او پښتنو په نامه د سياسی ګوندونو د دريځ سوال دے نو زما په خيال چې دا ټول د مغربی ، محلاتی او د کرسۍ د سياست اثر دی او يوه ټائم پاسی او د پښتو او پښتنو له نوم نه ناوړه استفاده ده حال دا چې کله هم چرته  د صوبې د نوم د بدلولو د امکان وخت راغلے دے نو دغو سياسی ګوندونو پرې غوږونه کاڼۀ کړی او شونډې يې ګنډلی دی خو چې کله د دغه نوم د بدلولو څه امکان نه وی بلکې په داسې وخت کې چې نن اصلی مسئله د ډيورېنډ د کرښې د معاهدې د ختمېدو او د بره او کوزې پښتونخوا د پښتنو د يووالی، وحدت او منظم کولولپاره د هلو ځلو وخت دے نو په داسې وخت کې د صوبې د نوم په هکله غوبل جوړول او بيا د پښتونخوا غوندې مقدس نوم په محدوده توګه استعالول څه معنا لری؟  که دغه سياسی ډلې له پښتو، پښتنو او پښتونخوا سره وفادار وی نو بيا دې لږ تر لږه له ځانه خو پښتو شروع کړی، خپل ځان، خپل ماحول، خپل ګوند او خپل پ� �ويان خو دې په صحيح معنو پښتانه کړی. ما د پښتو او پښتنو په نامه سياست کوونکی يو ګوند انټرنټی وېباڼه خلاصه کړه نو حېران شوم چې هغه وېبپاڼه په انګرېزۍ ژبه کې وه او يو ځاے يې اردو برخه هم ليکلې وه خو هغه چې مې ووهله نو ه� �ته يې هم په انګرېزۍ کې يواځې دا ليکلی وو چې (( دا پاڼه د جوړېدو په حال کې ده)) او ډېر مې لټون وکړو چې چرته پښتو به پکې پېدا کړم خو هيڅ مې و نه موندۀ حتی د اردو د برخې غوندې دا يوه جمله مې هم پکې و نه ليده چې څه اميد خو مې پېدا � �وے وې، ښه دغه شان يو دوست چې د دغه ګوند يو فعال غړے دے راته ويل چې يو ځل دخپل پوښتون ګوند مشر ته د يو کار په غ� �ض ورغلم چې يو پښتون وزير په نامه راته يو سفارښتی ليک راکړی نو وائی هغه پښتون مشر راته ليک په انګرېزۍ کې و� �يکلو، همدا رنګ د يو قام او ملت پېژندګلو په بازارونو او لارو کوڅو کې د دوکانونو او مختلفو موسسو او دفترونو � �ه ليکل شويو بوډونو او تابلوګانو نه هم کيږی نو که دغه سياسی ګوندونه د پښتو او پښتنو لپاره مخلص وی نو لږ تر لږه خو دې لکه د سندهيانو غوندې غېرت ځان کې راولی او خپلو پلويانو ته دې حکم ورکړی چې په خپلو دوکانونو، دفت� �ونو، کورونو او د کاروبار په مرکزونو دې په پښتو کې بوډونه او تابلوګان ولګوی او د سرحد په ځاے دې ورباندې له پښتنو سره سمون خوړونکې د صوبې نوم چې هر څه يې خوښ وی وليکی او داسې نور بې شمېره کارونه دی چې دغه سياسی ګوندونه يې په عملی توګه د پښتو او پښتونولۍ د ارزوګانو او ارمانونو په خلاف تر سره کوی او دا ټول د مغربی طرز سياست او له امريکې سره د تعلقاتو او امريکه او د هغې انډيوالان او نوکران د خپل برخليک ټاکونکی ګڼلو نتيجه ده چې د دغو سياسی ګوندونو دغو فعلونو ته خوبه يا د پښتنو پام نه وی يا به د هغه غفلت نتيجه وی چې دښمنانو او همدغو پښتنو م� �ران پکې پېدا کړے دے او يا به يې پرې هسې ځانونه کاڼه کړی وی او يواځې د خپلو لارو کوڅو او لختيو جوړولو او د � �وزګار او نوکريو پېدا کولو په سياست باندې به ګزاره کوی.  په هر حال د صوبې د نوم په هکله زما بنده خيال دا دے چې تر څو دا صوبه د پاکستان د حکومت په کنټرول کې وی نود نوم بدلولو اختيار ورته حاصل دے ځکه چې د اردو يو متل دے چې چا سره سوباړے وی مېښه د هغۀ وی خو بيا هم پکار دی چې داسې نوم کېښودے شی چې د پښتون ملت پېژنګلی، پهچان او � �ناخت ولری خو د پښتونخوا د تاريخی او ځمکنی پس منظر له لحاظه دا نوم په يوې صوبې نه دی محدودول پکار دا خو داسې شول چې څوک دا مطالبه وکړی چې د قيصه خوانۍ بازار نوم دې پېښور کېښودے شی. نو ضروری خبره ده چې په لوے پېښور کې د يو بازار نوم پېښور کېښودے شی نو د هغه لوے پېښور نوم خو له منځه لاړ کنه. او نتيجه به يې داسې وی لکه د انګرېز په لاس د هندوستان تقسيم چې خېر دے هر څومره ځمکه چې راته بيلوې او هر ځاے کې چې وی که يوه برخه يې په اما وی او بله په کما وی خو چې زۀ پرې څو ورځې حکومت وکړم.      بله خبره د پاکستان د فوځی واکمن له خوا د دې صوبې لپاره د ((خېبر)) د نوم وړانديز دی نو خېبر له پښتنو سره سره د اسلام له نظره هم د قدر وړ نوم دی خو د پښتونخوا د نوم په اپوټه بيا دا نوم يوې محدودې سيمې سره تړلی دی  او بله دا چې د خېبر نوم دوه ډوله تصورات لری لکه څنګه چې د بېت المقدس او ف� �سطين نوم دوه ډوله تصور لری يعنې يو اسلامی او د ټولو اولوالعزم پېغمبرانو عليهم السلام تصور دی او بل د اس� �ائيلو تصور دی دغه شان د خېبر نوم هم دوه ډوله تصور لری. هڅې خو اصل خېبر منځنی ختيځ کې دی خو د خدای له ګران رسول (ص) او د هغوی له اهلبېتو (ع) سره د افغان ملت د ډېرې مينې په وجه دلته هم ډېر ځايونه د هغوی په نسبت نومولی شوی دی � �که په مزار شريف کې د شاه ولايت مآب حضرت علی کرم الله وجهه زيارت مبارک، په لنډی کوتل سيمه کې مشهور تاريخی جومات ((علی مسجد)) د چارسدې په مقبره کې تر پېړيو پېړيو يو قبر ته د حضرت علی (ک) د قبر مبارک نسبت ورکول دغه شان په پښتونخوا کې موجوده تاريخی درې ته د خېبر نوم ورکول او داسې د پښتونخوا په مختلفو سيمو کې له هغوی سره منسوبې نورې ډېرې نښې نښانې شته چې له هغو نه له اسلام، د خداے له ګران رسول (ص) او د هغوی له پاک خاندان سره د پښتنو د م ينې ښودنه کوی.  . د اصل خېبر په هکله په اسلامی تاريخ کې راځی چې کله له مسلمانانو سره د يهودو په جنګ کې د خداے ګران رسول (ص) غوښتل چې د يهودو له قبضې نه د خېبر سيمه او قلا ازاده کړی نو اول يې د وړومبی خليفه حضرت ابوبکر (رض) او بيا د دويم خليفه حضرت عمر (رض) په قوماندانۍ کې اسلامی لښکر ولېږۀ خو  هغو شخصيتونو د خپل وس م طابق د ډېر کوشش باوجود څه کاميابی حاصله نه کړه او بېرته راستانۀ شول اخېر د خدای ګران رسول (ص) اعلان وفرمايلو چې: ((سبا به د اسلام دا بېرغ هغه چا ته ورکووم چې هغه له خدای او رسول (ص) سره مينه لری او خدای او رسول (ص) له هغۀ سره مينه لری، هغه کرار دی هغه غېر فرار دی او خدای پاک به د هغۀ په لاس فتح حاصلوی)) له دې اعلان نه پس چې کله سبا شو نو هر چا دا خواهش لرۀ چې هغه بختور کس به زۀ يم خو د خدای ګران رسول (ص) د ټولو د توقعاتو په خلاف شېر د خدای ح ضرت علی کرم الله وجهه ته بېرغ ورکړ او بيا خدای پاک د هغۀ په لاس د خېبر سيمه او هغه قلا فتح کړه او داسې يې فتح کړه چې واقعات يې د اسلام او پښتو په تاريخ کې خلک د پت، غېرت، مړانې او بهادرۍ په قيصو کې د مثال په توګه بيانوی. نو يو د خېبر د نوم دغه تصور دی او بل د يهودو او په موجوده وختونوکې د غاصب اسرائيلی رژيم تصور دی.نو که د حکم� �انانو د ((خېبر)) په هکله تصور هغه د اسرائيلو تصور وی لکه څنګه چې اسرائيل کوشش کوی چې د خپلو اېجنټانو په ذريعه دا تبليغات او پروپېګنډې زياتې کړی چې پښتانۀ (( آريايان)) نه بلکې يهوديان دی يا د پښتو د يو ټی وی چېنل چې چ� �وونکی او مشران يې غېر پښتانۀ او د پاکستان واکمنان دی (او خبر نه يو چې پردې شا ته څوک دی) (( خېبر )) نوم اېښودل نو بيا دې د پښتنو خدای مل شی او که نه د صوبې د خېبر نوم له اېښودو نه د واکمنانو تصور هغه اسلامی خېبر وی نو بيا به مونږ ډېر خوشبخته يو خو له امريکې او اسرائيلو سره زمونږ د واکمنانو او سياسی او مذهبی ليډرانو د پټو او ښکاره او مستقيمو او غېرو مستقيمو روابطو په موجودګۍ کې مونږ د دومره خوشبختۍ او نېکمرغۍ هيله نه شو کولې. خو البته يوه خبره شته او هغه دا چې نن مونږ له يو داسې برخليک ټاکونکی دور سره مخامخ يو چې ټول باطل قوتونه د حق او حقيقت په خلاف يو شوی دی او په هر ډګر او هر مېدان کې يې د حق او حقيقت په خلاف سازشونو، مکرونو، ساز بازونو او حتی د جنګونو اعلان کړے دے خو بل طرف ته د قران مجيد د ايت مبارک مطابق چې فرمائی:و َمَكَرُواْ و َمَكَرَاللّهُ وَال� �ّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ (سورۀ آل عمران ٥٤ ايت) د دغو قوتونو مکرونه د خدای پاک په ارداې او حکمت سره ختم ېدونکی دی او د حمزه بابا (رح) د پېشګوئۍ مطابق چې دغه شيطانی او استحصال کوونکی ظالم قوت به له دغو مظلومو ، بې وزلو او چخڼې شويو کسانو په لاس نابود کيږی او د خوشحالۍ خبره دا ده چې حمزه بابا (رح) وائی چې مونږ د دې معرکې او مبارزې لپاره د پاکستان په کنټرول کې د پښتونخوا سيمه غوره کړې ده ( د تفصيل لپاره د بابا کتاب تسخير کائنات وګورئ) نو زۀ په ډېر احترام او درناوی او عاجزۍ سره په خاصه توګه له پښتنو ليکوالانو نه غوښتنه کوم چې د خدای لپاره دې د ځينو سياسی مصلحتونو لپاره تاريخی حقيقتونه نه ګډوډوی او چې څه حقيقت دی هغه دې بيانوی. او د ظلم، استحصال، بې عدالتۍ په خلاف د حق او حقيقت په دې فافله کې دې په تګ سره خپله ونډه ولری هغه قافله چې د پښو کشار يې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې اورېدې شی.  د پښتنو د يووالی، پېوستون او خپلواکۍ په هيله انور شاهين خانخې� � پېښور (کوزه پښتونخوا) ", د صوبې نوم؟ 2972,مركچي : (( سپېڅلى ))," دشعراوشاعرۍ په آسمان كي دځلانده اوروڼ ستوري ښاغلي عبدالباري ( جهاني ) له نامه سره به ښايي ټول ا� �ناياست خوغواړوچي ددغسي سترانسان سره نورهم وپېژنى نودده يوه په زړه پوري مركه دده د لنډي پېژندګلوۍ سره يوځاى درته خپروو،هيله ده چي له لوستلوڅخه به يې نه يوازي خوندواخلى بلكي دشعر،ليكوالۍ ،دشاعردمسوليت . . .  مركچي : (( سپېڅلى ))  درنولوستونكودشعراوشاعرۍ په آسم ان كي دځلانده اوروڼ ستوري ښاغلي عبدالباري ( جهاني ) له نامه سره به ښايي ټول اشناياست خوغواړوچي ددغسي ست� �انسان سره نورهم وپېژنى نودده يوه په زړه پوري مركه دده د لنډي پېژندګلوۍ سره يوځاى درته خپروو،هيله ده چي له لوستلوڅخه به يې نه يوازي خوندواخلى بلكي دشعر،ليكوالۍ ،دشاعردمسوليت په اړه به ډيرپه زړه پوري معلومات تر� �اسه كړى.  ښاغلى( جهاني ) اووه پنځوس كاله وړاندي دكندهارولايت دباميزوپه كوڅه كي دښاغلي عبدالاحدپه كوركي زېږدلى اوبياپه يوولس كلنۍ كي ( ده خواجي ) ته چي داهم دكندهارښارپه پنځمه ناحيه پوري تړون لري كډه سوي، ددولسم ټولګي برى ليك يې دحاجي ميرويس خان نيكه دعالي ليسې څخه ترلاسه كړيدى اوخپل لوړتحصلات يې دكابل پوهنتون دتاريخ اوجغرافيې په څانګه كي پاى ته رسولي دوه ځله دانګليسي ژبي دزده كړي لپاره بيروت ته په لومړي ځل ديوه كال اوبياددرومياشتولپاره تللى دى ،دده په وينادخپل ژوندډيره برخه يې په پښتوټولنه اودعلوموپه اكاډمۍ كي تېره كړېده اوپه پنځه ويشت كلنۍكي يوكال دكابل مجلې دمسړل مديرپه صفت هم پاته سويدى اوپه هيوادكي دسياسي اخ اوډب له امله هيوادپرېښودولوته اړسوچي بيايې دامريكاراډيودپښتوڅانګي ته ازموينه وركړه اوپه ښونمروبريالى اودايې څووم كال دى چي هلته كاركوي څلورشعري ټولګي ،يوناول يوه دكلاسيكو منځويو او ځينو اوسنيوشاعرانوتذكره اويويې هم دهرات په اړه تاريخي څيړنه چاپ سويدي اوتردې كړيه يې درې كتابونه لاترچاپ لاندي دي .  دنوموړي سره دده دشاعرۍ ،ليكوالۍ اودده دژوندپه اړه زموږ همكارمحمدابراهيم (( سپېڅلي )) ورسره يوه اوږده مركه كړېده چي � �وستوته يې تاسې درانه لوستونكي رابلو:  پوښتــــــــــــــــــــــنه : جهاني صاحب ! دځينوشاعرانوسره چي زه ږغېدلى يم اوپوښتني مي ورڅخه كړېدي دوى دخپل شعر په اړه وايې چي دكوچنيوالي څخه مودشعرسره مينه وه ځيني بياوايي چي ما درحمان بابا شعرونه لوستل اوځيني بيادخوشحال بابانوم يادوي اووايي چي دې ډګرته دراتلوعلت م ودغه سوونوكه تاسوپه دې اړه څه وواياست ودغه ډګرته ستاسو دراتلوانګيزه څه وه ؟  ځواب : دغه خلګ چي په اول س� �كي يې دخوشحال بابايادرحمان باباشعرونه لوستي يايې دنوروشاعرانوشعرونه لوستي دي زه ګومان كوم ډيرخوشبخته خلګ دي ،زه خپله پدغوكسانوكي نه يمه مامتاسفانه دخپلوكلاسيكواوپخوانيوشاعرانوشعرونه خصوصاًپه جدي توګه چي ماپاملرنه ورته كړېده اويامي لوستي دي هغه به زه دمكتب په لوړوصنفونوكي به وم يابه هم په فاكولته كي وم ښايي ح تى دپوهنتون څخه ورسته به مي دغه شيانوته زياته توجه كړې وي ،ماخپله دخپل شعرلپاره هغه كلاسيك اساس نه درلود ،زه دشعرميدان ته دموسيقۍ سره دډيري ژوري اوليونۍ ميني په خاطردشعرميدان ته راغلى يم اوهغه څه چي ماپه كندهاركي دغزلچيانوڅخه اروېدل نوماكوښښ كاوه چي پرهغه طرزباندي شعرونه وليكم البته كه څوك زماڅخه هغه شع� �ونه وغواړي زه يوه دانه هم ونه لرم خوداويلاى سم چي ښايي ماحتى په سلګونودغسي شعرونه ليكلي وي چي هغه اوس ټول ورك دي . پوښتنه : دوركېدوعلت يې څه شي دى آيا خپله موله منځه وړيدي اوكه درڅخه ورك سوېدي ؟  ځواب : زه ګومان كوم ښايي هغه مهال يې زه خپله هم په اهميت نه پوهېدلم ،زه په يوه داسي كورنۍكي وم چي زماپلاردي خداى وبخښي دتعليم اوتربيې سخت علاقمندسړى ړ مګر په دې باندي ښايي نه پوهېدى چي خپل زوى دشعراوهنروخواته وهڅوي حتى زه ويلاى سم چي زماپلاردوفات تروخته پوري په دې پوه نه سوچي زه شعرليكم ولي كه دى خبرواى چي دده زوى شعرليكي ح تماً به ډېرخوشحاله سوى واى !  پوښتنه : جهاني صاحب ! ځني خلګ دشعرلپاره داسي تعريف كوي چي : (( دمنظموتورواو� �ولوته شعروايي )) تاسوپه دې تعريف كي څه واياست ؟  ځواب : دواقيعتونواواحساس منظومه اومړظونه افاده زماپه ع� �يده شعردى يعني يوازي منظوميت شعرنه سي افاده كولاى بلكي ددې ترڅنګ بايدمړظونيت هم موجودوي ځكه چي مړظونيت خپله هم دالفاظواوهم دكلماتووزن افاده كوي اوهم يې ترڅنګ دوزن تركيب اوښايست افاده كوي نومطلب مي دادى چي يو� �عر بايدهم منظوم او هم دكلماتودښايست سره ، سره شرنګ هم ولري ، كه درته راخلاصه كړمه داسي ويلاى سوچي : شع� �داحساس اودواقيعتونومنظومه اومړظونه افاده ده .  پوښتنه : په ټولنه كي دشاعرموجوديت څونده اړين دى ؟  ځواب : داپه شرائطوباندي اړه لري كله ،كله خودشاعرموجوديت داسي وي چي په يوه ټولنه كي انقلاب راولي دبي� �ګي په ډول : ( دانتي ) په ارپاكي ،دغه راز په پښتوكي موږ دخوشحال خان ( خټك ) يادونه كولاى سوچي پخپله زمانه كي دده موجوديت دونده ضروري اولازمي ړ چي دلسوزروعسكروسره دهغه ديوه شعروزن مقايسه كولاى نه سووخوزماپه عقيده شاعرپه هرډول شرائطوكي كه ډيرزيږه شرايط وي ياډيرآرام خوموجوديت يې ډيراړين دى ځكه كه چيري ټولنه ورسته پاته وي شاعرخلګ هڅوي چي دټولني پرمختګ ته ځيرسي اوكه ټولنه پرمختللې وي لايې اوسېدونكي هڅوي چي دخپل اولس اوټولني لپاره كاروكړي ترڅويې ټولنه لادسمسورتياپرلورحركت وكړي ،شاعردى چي خلګ متوجه كوي چي ظلم څه شي دى ؟ دحق غوښتل څنګه دي ؟  نوزه يوځل بياپدي خبره باندي ټينګاركوم چي شاعرپه هرډول شرائطوكي دټولني يومهم جزدى خواوس چي زه ګورم شعردونده انكشاف كړيدى چي دنثروخواته توجه كمه سوېده خصوصاً دتحقيقاتي نثرخواته پام ډيركم سوېدى .  پوښتنه : په شعركي دسختوتوروكارول څنګه بولى ياكه داسي ووايم چي دشعرژبه بايدڅنګه وي ؟  ځواب : � �كه څنګه چي تاسووويل رښتياهم شعردژبي سره تړلى دى هغه كه دهري ژبي وي ،داچي موږ دژبي نوم ورسره اخلوددې م اناداده چي يوشعرپه يوه ژبه ليكل كيږي اوددې لپاره په يوه ژبه ليكل كيږي چي دهغه ژبي ويونكي ،اورېدونكي او� �وستونكي په پوه سي اوهغوته خپل پيغام ورورسولاى سي خودسختوالفاظودكارولوڅخه زه مخالف نه يم ،سخت الفاظ ،ښايسته تركيبات خصوصاً دغزل په صنف كي بايدراوړل سي اوچاره هم ورڅخه نسته ،موږدانه سوويلاى چي شعر اونظم دعوامو او مطلق بيسوادوخلګوسطحي ته راټيټ كړو،دهغولپاره اولسي شاعران ،اولسي موزيك اوفلكلورموجوددى . خپله غزل اوپرمختللى شعردخاصوخلګو،دهغه خلګوچي په شعريوڅه ناڅه پوهيږي اويادشعرسره ژوره مينه لري دهغو لپاره دي خوداموپه يادوي چي زموږڅخه قلم كله ،كله دونده ليونى سي چي هم مو دګرامرڅخه بيګانه كړي،هم داسي تركيبات موږاستعال كړوچي موږپه اخره كي خپله ورته وګورواوپه پوه نه سوچي داموڅه ليكلي دي ؟ يعني هغه د� �يونتوب په سرحدكي يې زه سخت مخالف يم ځكه داسي وخت كي هم دشاعرڅخه هدف وركيږي اوهم دلوستونكي څخه . پوښتنه : جهاني صاحب !ښه سوچي دګرامرخبره موياده كړه، نويوشاعرڅونده خپلواكه دىچي دګرامرترپولي پښه واړوي ؟  ځواب : ګرامرپه شعركي چندان مهم نه دى خوزمامطلب داهم نه وچي سړي دي نوپه شعركي مبتداء اوخبرمراعت كړي كه چيري م بتداء اوخبرپه مطلق ډول راواخلواودشعروقالب ته يې ورواچودهغه څخه نثرجوړيږي نوموږ مجبوره يوچي دكلام م بتداءاوخبر،صفت اوموصوف يوې اوبلي خواته سره واړووترڅوله هغه څخه نظم جوړكړواويايې دنظم وقالب ته ورواچولاى سوو،مطلب مي دادى چي ماكله،كله داسي شعرونه لوستي دي چي په ګرامري لحاظ يې چي هرڅه صفت اوموصوف سره مخ اوشاته كړي هېڅ مفهوم نه ښندي يعني په ګرامري لحاظ دونده غلط وي چي هري خواته يې سره واړوې راواړوې دهغه څخه شئ نه جوړيږي .  پوښتنه : آياهغه منظوم شعارونه چي ديوې ډلي اويايوې خاصي ټولني لخوادخپلوسياسي موخودترلاسه كو� �ولپاره ويل كيږي شعرورته ويلاى سو؟  ځواب : ولي نه ،شعرخوورته ويلاى سوخوځيني شعرونه دي چي هغوته شعارونه ياشعاري شعرونه ويلاى سوهغه زياتره دنظم بڼه لري ولي دشعرحيثت نه لري ځكه ماترمخه يادونه وكړه چي په شعركي بايدمظړنيت دمنظوميت ترڅنګ مراعت سوى وي خوداچي تاسواهدافو ته اشاره وكړه زه خووايم چي كه كتابونه هم ورته � �يكل سوي وي خوچي هغه سياسي تبه تېره سي تاسوګورى چي هغه كتابونه بياڅوك راپورته كوي لاهم نه اودچايوپوړۍ ځني جوړوي ،يوازي دهغه كتابونوڅخه دچايوپوړۍ نه جوړوي چي په زمان پوري تړلي نه وي ،تاسووګورى هيڅوك به داجرآئت ونه كړي چي درحمان بابا دكتاب يوه پاڼه وشكوي اودهغه څخه دي دچايوپوړۍ جوړه كړي ځكه درحمان باباټول شعرونه ح تى دګل خان اوجمال په اړه ويل سوي شعرونه يې لاچي ديوه خاص زمان امكان محصول دى تراوسه پوري ځكه ژوندي دي چي هغه شعرونه خلګوته دسولي اوميني درس وركوي نوترڅوپوري چي ويني تويول اوظلم موجودوي دګل خان اوجمال خان په اړه ويل سوي شعرونه به ژوندي وي .  پوښتنه : ښاغلى جهاني صاحب ! كه ستاسوخبري راونغاړم داسي ويلاى سم چي : � �كه څونده چي يوژورناليست په كارده چي خپلواك واوسي نوشاعرهم بايددونده خپلواك وي ؟  ځواب : شاعربايدترټو� �وخپلواك واوسي ،دځان صفت نه درته كوم دغسي راغلې ده چي زه خداى داپوزيشن شاعرپيداكړى يم،زه چي كوچنى رالوى سوى يم مادواكمنانولپاره شعرنه دى ليكلى اودهغودسيوري څخه ليري پاته سوى يم ،زماخپلوټولوځوانوشاعرانوته يوه توصيه به دغه وي چي هيڅ وخت دواكدارانوتوصيف ته ځان تابع نكړي ځكه هرمهال چي شعريادشاعرقلم دواكدارانو� �پاره وڅرخېدى په هغه ورځ كه مړنه دى نوپه مرګ محكوم دى . پوښتنه : جهاني صاحب !ځني خلګ وايي دشعرلپاره قافيه ضروري ده ځني وايي ياشعربايدښه الفاظ ولري اوځني بياپه دې انددي چي پيغام دشعرلپاره اړين دى نوتاسوديوه قوي � �عرلپاره كوم عنصرډيرضروري بولى ؟  ځواب : داتاسوچي ذكركړل داټول ديوه قوي شعرلپاره ضروري دي ماچي دمړظنيت كلمه ياده كړل په مړظنيت كي داټول شيان راځي ښه الفاظ،ښه تركيبات ،نظم هرڅه خوډيرشعرونه دي چي كه په منظوم � �كل راوړل سي ښايې هغسي خوندونكړي ځكه زموږځيني شاعران بيله دي چي څوك ورته ووايي ماته آزادشعرراته وليكه خپ� �ه يې قلم دآزادشعروخواته ځي ،زموږډيرغزل ويونكي شاعران راولاړيږي آزادشعرونه ليكي زه خپله كه څه هم دنظم � �وقي يم مګركله ،كله مي زړه سويدى بلكي لكه يوڅوك چي راته وايي چي دغه څه چي ته ليكې دغزل،مثنوي ياقصيدې په صنف كي خوندنه كوي دغه آزادشكل ته راواړوه اوكله چي مارااړولى هم دى نوكله ،كله ځني راضي يم اووايم چي كه داموضوع مي په غزل كي راوړې واى دوغونده خوندبه يي نه واى كړى .  نوپه شعركي داټول شيان جلا،جلا لازمي دي ،فقط لكه په ديګ كي چي موږ مالګه ،مصالحه يامرچ كارووكه يې په دغوشيانوكي هرشى ډيرياكم سي نوخواړه له خورك څخه لويږي هم دارنګه لكه څنګه چي ديوې تابلوپه رسمولوكي ټول شيان لازم دي لكه رنګ ،درسام وړتيا،خپله درنګونوكارول اود� �نګونوانتخاب نوكه چيري درسام څخه په منظره كي يوه كوچنى اشتباه وسي دټولي منظرې بيه دمځكي سره سموي ،دغه � �ازكه په شعرهم هره برخه كمزورې سول هغه شعركمزورى بلل كيږي اودابياڅوك نه سي ويلاى چي دشعرنوراړخونه قوي دي ،صحيح خبره ده چي پرشعرداډول قضاوت وسي خوداډيرظالمانه قضاوت دى چي سړى ووايي داشعركمزورى دى پكارداده چي سړى ووايي چي ددې شعر داخواكمزورې اوداخواقوي ده كشكي ټول لوستونكي اواورېدونكي داډول قضاوت ولري!!!  پوښتنه : ښه سوچي دانځورګرۍ يادونه موهم وكړه نوشاعراوانځورګرڅه فرق لري ؟  ځواب : شاعراوانځورګردوه كسان دي چي يويوشى په الفاظو،ژبه اوقلم سره افاده كوي اوهغه بل يې په رسم باندي افاده كوي ،يويې تاته يوګدارسموي اودغه ګداچي په كوڅه كي ناست دى دوه زره كاله ورسته هم ددغي كوڅې ياددغې ټولني ژوندترسموي اوموږته راښئ چي دوه زره كاله پخواپدې ټولنه كي څه حالت ړ ؟ خودشاعرتاوان په دې كي دى چي كه يې كتاب له منځه ولاړى نودشاعرهغه غزل،قصيده اوهغه آزادشعرچي يي ليكلى دى دخلګوغوږونوته هغونده په اسانۍ نه وررسيږي خومنتهادنقاش تابلوګاني موږ كله،كله ګوروچي درې زره كاله هم ژوندۍ دي اوددروزوكالووړاندي زمان راښي لنډه داچي شاعراونقاش يوه وظيفه لري .  پوښتنه : داولس پرروحياتوباندي دكوم يوه كارډېره اغيزه لري ؟  ځواب : داپخپله په اولس پوري اړه لري مثلاً افغان اولس ښايي دونده نه وي رسېدلى چي هغه دي تابلوګانوته ودريږي اودتابلوڅخه دوى يوالهام واخلي ،زم وږ خلګ دراډيو،ټيپ ،سي ډي اولوډسپېكر څخه ژرالهام اخستلاى سي ځكه زموږډيرى هيوادوال بېسواده دي هغوته بايدپه ټيپ ياراډيوكي پيغام ورورسول سي خوپه دغوكي به ډيرلږ فيصدي داسي وي چي خاص دي په تابلوګانوپسي وګرځي يادي يي كورته يوسي اوداسي الهام دي ځني واخلي لكه ديوه شعرڅخه يې دى اخلي مثلاً دى دي ورته وژاړي ښايي ډيرلږ داسي كسان ولروچي هغه دي تابلوته وژاړي ولي بيخي ډيرخلګ لروچي شعرته ژاړي اوتابلوته نه ژاړي داپه دې خاطرچي ښايي زموږ فرهنګي سطحه به وهغه حدته نه وي رسېدلې چي موږدي دتابلوڅخه عيني خوندواخلولكه دشعرڅخه چي يې اخلو.  پوښتنه : كه ستاسوخبروته متوجه سووداسي ويلاى سو چي زموږپه ټولنه كي ترانځوګردشاعرمسړليت درونددى؟  ځوا ب :مسړليت يې ځكه درنددى چي ضرورت دغسي ايجابوي اوشرائط دغسي راغلي دي چي خلګ په شعرباندي زياتره نه پوهيږي آن په نثرباندي كم خلګ پوهيږي حتٰٰىداستادګل پاچا( الفت ) نثرونه زمالپاره كله ،كله الهامي نثرونه ايسي خومتاسفانه نه چاتعقيب كړل اونه هم تردغه دمخه په پښتوكي داسي نثرونه موجودوو نوكه تاسي دغه دګل پاچا( الفت ) نثرونه هم يوه غيري نطاق سړي ته وركړي چي خلګوته يې ولولي پرخلګوباندي به هيڅ تاثيرونه كړي البته كه يې يونطاق ديوه نظم ياديوه شعرپه قسم ووايي پرخلګوباندي به حتماًغيزه وكړي يعني نظم زياتره احساساتي كوونكى دى ،نظم ته زياتره خلګ توجه كوي نسبت يوې تابلوته .  پوښتنه : جهاني صاحب ! په شعركي دادبي صنعتونوكارول څ ونده اړين بولى ؟  ځواب : زه هيڅ وخت په صنايعوپسي نه يم تللى اوآن ما هيڅكله ځان پدې نه دى مجبوركړى چي قلم � �اواخلم غزل وليكم يامثنوي ،هرشى چي ماته راغلى دى په هغه شكل مي ليكلى دى ،كه زماڅخه دادبي صنايعوپه باره كي پوښتنه وسي چي تام تجنس څه شي دى ؟ يالف ونشرڅه شى دى ؟ اوياتركيب بندڅه شى دى ؟ زه به يې ښايي تعريف لانكړاى سم داپه دې چي ماپخله په ژوندكي توجه نه ده ورته كړې ،دازه نه وايم دې ته توجه په كارنه ده ، داټول شيان بايدو� �وستل سي كلاسيك ادبيات ولوستل سي ،ادبي صنايع ولوستل سي اوماتل ځوانانوته داتوصيه كړېده چي هرڅونده دمطالعې خواته توجه ډيريږي په همهغه اندازه يې شعرقوي كيږي ځكه مطالعه چي په هره خواكي وي شعرغني كوي .  پوښتنه : تاسووويل چي ماته شعرراځي نوپه څنګه وخت كي دشعرشاپيرۍ درباندي مهربانه كيږي ؟  ځواب : تاسوخوراښې خبري ته اشاره وكړه ، ډيرخلګ په دې يوډول ځان خطاباسي چي ماته شعرنه دى راغلى ځكه نوماشعرنه دى ليكلى ،زه يوځل بياخپ� �وځوانوشاعرانوته داتوصيه كوم دااشتباه چي ماپه خپل ژوندكي كړېده دوى يې بايدچي تكرارنه كړي ،ودې ته كښېنه ني چي شعرورته راسي ،يا! كه دى چيري غواړي چي مسلكي شاعرسي نوبايدپه شعرپسي ولاړسي خاص بايدورته كښيني اوځان ته بايدشعرراولي ،زماتراوسه هغه خپله ژړه كتابچه په يادده اواوس يي هم كله ،كله په كوركي ګورم چي ديوه شعرڅخه يې بياتربل شعرپوري پوره درې سوه پنځه شپېته ورځي فاصله موجوده ده داخوماډيرظلم دځانه سره كړيدى ماكولاى سواى چي په دغه درې سوه پنځه شپېته ورځوكي لږ ترلږ خولس شعرونه وليكم دانوښايي ماتوجه نه وي ورته كړې اوپه دې مي ځان خطاايستلى وي چي شعربايدماته راسي اوبيايې زه وليكم ياداضروري نده اوداخوبياښه خبره ده چي يوچاته دتابلوپه ليدولوياديوخبرپه اورېدولوباندي شعرراسي خوكه يوواري ته خبروانورې اوياكوم تابلوونه وينې نوته به شعرنه � �يكې؟  زه وايم سړي بايد دنورو شاعرانو شعرونه وګوري ،دنوروژبوشعرونه ولولي خاص ورته كښېني اوځان په دې مكلف كړي چي زه بايدځان ته شعرراولم اوكه يې رانه ولې بياپاتيږي ځكه هغه فارسي متل دى چي :  بنويس،بنويس تاشوي خوش نويس يعني په هرشي كي تمرين لازمي دى . تاسوته به معلومه ده دذاكرحسين خان دهنددطبلې ډيرلوى استاددى اوپه جهان كي ديونابغه په سترګه ورته كتل كيږي ،ده يووخت مركه كول اوويل يې : زه چي يوه هفته تمرين ونكړم لكه يوكال چي مي تمرين نه وي كړي نودطبلې يودوغنده لوى نابغه هم هره ورځ دطبلې درې ،درې ساعته تمرين كوي نوهغه ځوانان چي يوڅوشعرونه يې ليكلي وي دهغولپاره خوتمرين ډيراړين دى . پوښتنه : دابه جهاني صاحب !پرشاعرباندي څه اغيزه ونلري يعني هغه شعرچي پخپله شاعرته راسي اوبل هغه چي شاعريې ځانته په زوره راولي ؟  ځواب : زمامطلب دپه زوره شعرليكلوڅخه نه دى زه وايم يوشاعربايدځان په شعرليكلوباندي مكلف كړي اوداخبره ځانته تلقين كړي چي زه شاعر يم اوزماڅخه خلګ شعرونه غواړي ،خلګ په پنځوشعرونه باندي نه قانع كيږي كه خلګ قانع سي بايدشاعرقانع نه سي اويوبياداخبره ده چي ته ګرسره شعرپرېږدې هغه بياجلاخبره ده ،اجمل ( اند) به تاسوپيژنى يووخت ښه شاعرړداځكه زه اوس ( ړ ) ورسره وايم چي مادوه كاله مخكي وليدى اوپوښتنه مي ځني وكړه ده په يوډول خنداسره راته وويل (( ماداډي� �وخت كيږي شعرنه دى ليكلى )) زماډيرقهرورته راغلى ځكه دى زموږدډيروښوځوانوشاعرانوڅخه ړخداى چي يوداسي پرټو� �نه باندي پيرزوكړى وي اودى راولاړيږي په لوى لاس باندي شعرپرېږدي داخوسم كارنه دى نواجمل (اند) كه اوس شعرته كښېني ښايي هغه توليدچي څلوركاله مخكي يي كاوه ويې نه كړاى سي ځكه دى اوس هغه شاعرنه دى ، دى به بياهغونده كا� �كوي چي دځانه څخه هغه اجمل جوړكړي لكه پنځه كاله مخكي چي ړ . جهاني صاحب ! په شعرونوكي دبربنډوتوروكارول څ نګه بولى ؟  ځواب : زه پخپله دبربنډوتورومخالف يم داپه دې نه چي هغه دچاخبره زه نوسپين ږيرى سوى يم ،يا! زه دوخته ورسره مخالف وم خويويادوه شعره ماپخپله هم ليكلي اوزماپه ( وركه مېنه ) كي چاپ سويدي چي له هغوڅخه ( ګړوبه كلا ) ده كه په راډيوكي دافغانستان داټول خلګ ماته راږغ كړي چي موږ غواړودغه شعرواوروزه به يې هيڅكله و� �ته ونه وايم يا ( تنكۍ غوټۍ ) زمايوشعر دى چي كه ماته يوميلون خلګ فرمائش راكړي زه به يې هيڅ ورته ونه وايم ته به نوراته وايه چي ولي دي چاپاوه ؟  دچاپ اواوريدولوخبره جلاده ( ګړوبه كلا ) پخپله ډيربدشعرنه دى خوڅونده چي زه هغه مهال لڅ پكښي تللى يم ښايي په اوسمهال كي زه هغونده جرآئت ونه كړاى سم داچي ماپه هغه مهال كي څنګه داج� �آئت كړي ړ ښايي دابه دځوانۍ تقاضاوه ځكه داشعرچي ماليكى زماعمركابوپينځه ويشت كاله ړخوزه به اوس داكارونه كړمه ځكه چي زموږ ټولنه يې ښه نه هضموي ،زموږ په ټولنه كي يوشئ غالب دى چي زه يې لاغلبه غواړمه اوزه پخپل كلتو� �كي چي په يوه شي نازېږم هغه د( حيا) كلمه ده دغه حياده چي زموږ كورنى ژونديې مستحكم ساتلى دى اودغه ( حيا) ده چي زموږ ټولنيزژونديې مستحكم ساتلى دى دازموږ يوارزښت دى چي زه خوراپه نازيږم . دغه د( ګړوبي كلا ) شعركه چيري زه په راډيوكي وايم اوپه دې وخت كي دموراوپلارڅنګ ته دوې لوڼي يايوه خوراويوورور سره ناست وي ښايي دوى په دې وخت كي سرهونه كتذاى سي څه چي زه ( حيا) بولم هغه پرده متضرره كيږي نوزموږ كلتوري سطحه يازموږ دټولني امرداسي دى چي بايدكوښښ وسي ددغه ډول الفاظودكارولوڅخه ځان وساتو. پوښتنه : تاسوپخپلوخبروكي دعمرخبره هم ياده كړه نوآياپرشعرباندي دشاعرعمر هم تاثيرلري ؟  ځواب : دنوروشاعرانوپه اړه زه څه نه سم ويلاى خوپرماباندي يې باالكل كړيدى هغه مستي چي يومهال زماپه شعركي موجوده وه اوس هغه ښايي ترسترګونه سي آمين افغانپوردي خداى وبخښي ياشريفه ( شريف ) چي اوس په پراګ كي ده هغې به ماته ويل : (( زه چي ستاشعرلولم داسي راته معلوميږي لكه ته چي په شعركي ناڅې )) مادې ته وويل : هغه وخت زموږ كورپه ګزرګاه كي ړ چي كله به له كوره راووتلم واقعاً هم ماچي ويل داټوله دنياناڅي نوكله چي سپېدارناڅي ،دګزګاه رودهغه دچاخبره سندري وايي داټول محيط مست وي اوانسان خپله هم دانرژي څخه ډك وي طبعي خبره ده چي همدااحساس اوهمداانرژي دقلم څوكي ته راځي اوبايدپركاغذباندي هم افاده سي ،ماچي اوس مړكړې دغه شعرنه سمه ليكلاىچي : (( شيخه ! مه راځه محشردى مځكه سوځي آسمان سوځي )) ځكه چي دازما ددېر� �ويادودېرشوكالوترمخه شعردى نودوديرش كاله مخكي طبعي خبره ده چي زه ځوان وم خواوس زه پردېس يم اوتاسوزماپه � �عركي دپرديسۍ توري وينى په داسي حال كي چي ماپه ځوانۍ كي هم دبوډاتوب خبري كړيدي مثلاً : ښكلومنم دزړونوښكا� �ته وزى  خوزمازړه دښكارولونه دى  ولاړه ځواني ولاړه مستي تېره سوه  نورمي نو احساس دپارولونه دى .  داسي خبري مامخكي هم كړي دي خواوس چي يې كوم ددادواقعتونوانعكاس دى هغه څخه سړى ځان نه سي ساتلاى  پوښتنه : كه څوك ستاسود( وركي مېني ) او( شپېلۍ ) ټولګوشعرونه سره پرتله كړي نويودبله يې ډيرتوپيردى آيادغه توپيريې هم دعمراغيزه بولى ؟ ځواب : داپه لوستونكواواورېدونكوپوري اړه لري زمالپاره هغه انعكاس پكښي مع� �وميږي ځكه زماخپل شعرونه دي ،ماپخپله ليكلي دي اوماته همهغه محيط چي ماپكښي ژوندكاوه ،همهغه عمرچي م اژوندپكښي كاوه اوهمهغه شرائط چي زه پكښي اوسېدلم داټول ماته معلوم دي اوماته يې افاده كوي ځكه د( وركي مېني ) هرشعرچي ماليكلى دى حتٰى زماهغه ځاى لاپه ياددى چي څنګه ناست وم ،په كومه خونه كي وم ،داچي ددغومحصول دي نوزمالپاره باالكل تفاوت لري . پوښتنه : ديوه شاعرياليكوال په پېژندګلوۍكي مطبوعات څونده رول لري ؟  ځواب : بېله مبالغې اوبېله درواغودرته وايم چي زه هيڅ وخت دشهرت شوقي نه وم ،زماتراوسه په ياددي دداړدخان په شپوكي دپښتونستان مشاعره وه ماپه دې مشاعره كي ( دغه زماغيوراولس ) په نامه شعرووايه كله چي له سټېج څخه راكښته سوم نوسليمان (( لايق )) چي مااوده تردې مهاله پوري نه وه سره ليدلي غيږيې راته خلاصه كړه روغبړيې راسره وكړاوپه دې ضمن كي راته وويل چي : (( ته بايديوخوفارسي شعروليكې اوبل دي بايدشعرونه خپاره كړې )) ماورته وويل : زه دسانسورس� �ه تعصب لرم ، بياده يوقسم راباندي وخندل ويل : دادځوانۍ خبري دي څه خبره ده چي يوڅوك يې يوتورته تغيروركړي يايې يوه جمله ورواړوي څه كفرخونه كيږي ؟ ماويل دازمالپاره كفركيږي ،دازماانتخاب دى زماشعركه په سل كاله هم خپو� �نه سي نه دي خپريږي اوكه خپريږي نوبايد په هغه ډول خپورسي لكه څنګه چي يې زه غواړم كه څوك ( سي ) را ( شي ) بس پرم اټكه لويږي ما ( سي ) ليكلى دى بايدهغسي يې وليكې چي ( وسو ) مي ليكلى دى ( وشو ) به نه ځني جوړوې اوكه دي ( وشو ) ځني جوړكى زماكاردي راخراب كى . دغه رازده ماته وويل چي فارسي شعرليكه ! ماورته وويل : زه اصلاً فارسي شعرونه نه سم ليكلاى پدې خاطرچي ددغه كلچرسره لكه ته چي بلديې اوكوچنى په كابل كي لوى سوى يې زه هغونده بلدنه يمه ،فارسي بايدسړي په زړه اوذهن اخيستې وي نوبيايې داراافاده كړه چي ستاپه شهرت كي يوازي پـښتوكومك نه سي كولاى .ماهغه ګړى هم ورته وخندل اونن هم كه څوك دشهرت خبره كوي زه ورته خاندم پدې چي ماهيڅ وخت په حيات كي داكوښښ نه دى كړى زه مشهورسم . پوښتنه : جهاني صاحب ! شهرت يوازي ځان ښكاره كول نه دي بلكي يوه هڅه يې هم نه بولى ؟  ځواب : م اهيڅ وخت دانه دي ويلي چي شهرت غيري لازمي دى اوياشهرت بددى مافقط وويل چي : مادشهرت لپاره كارنه دى كړى ،ديوهنرمندلپاره ،ديوه شاعرلپاره شهرت لازم شئ بولم ځكه يوشاعر بايدمشهوروي چي خلګ يې شعرولولي ،يوشاع� �بايدمشهوروي چي خلګ يې شعرته غوږ ونيسي همدارنګه مثلاً كه پريوه كتاب باندي ليكلي وي ( عبدالباري جهاني ) زم ادنامه سره دكندهارخلګ بلددي نوهغوى هغه كتاب ته څه ناڅه توجه كوي اوكه پردې كتاب باندي مثلاً محمدلعل ليكل سوي وي چي هغه هيڅوك نه پېژني ښايي كتاب يې بيخي څوك راپورته لاهم نه كړي ،ستاسوداخبره بيخي معقوله ده خوداخبره زه يوواربياپه صداقت درته وايم چي ماپه ژوندكي دشهرت لپاره كارنه دى كړى .  پوښتنه : ځني خلګ ستاسوپه شعرونوكي يوشي ته ډيره ګوته نيسي اووايي چي جهاني صاحب ډيرباغي توري كاروي آياتاسوقصداًداسي توري كاروى اوكه غيري ارادي موپه شعرګډيږي ؟  ځواب ماپخپله داانتخاب نه دى كړى چي زه دي داپوزيشن شاعرواوسم بس خداى داسي راوستلې ده چي زه بايد هروخت دواكمنانوپه مقابل طرف كي واوسم داچي ولي زه هم نه پوهيږم ؟  په دغسي حالاتوكي چي زه دتياري سره مخالفت افاده كوم بايدروښنايي داسي افاده كړم چي څوك دتياري څخه وبيريږي . زما� �پاره ( زاهد ) معمولاً درياسمبول دى زه پخپله له ( زاهداوشيخ ) سره هيڅ ډول مخالفت نه لرم بس يوازي يې دسمبول په بڼه كاروم همدارنګه د( جانان ) كلمه زمادپرديسۍ په شعرونوكي ډيره راغلې ده دجانان څخه مي مطلب هيواددى نوكله چي زه دوطن ذكركوم اوبيادوطن ددښمن يادونه كوم طبعي خبره ده چي زه يي بايدپه داسي الفاظووغندم ترڅوهغه ته خپل لوستونكي اواوريدونكي متوجه كړم چي دغه دښمن دى نوداچي هرڅونده يې رنګ ورتيزه ولاى سم زه يې رنګ ورتېزوم خوخاص دغه ته نه يم كښينستلى چي هغه دي په سختوالفاظوباندي بيان كړم داښايي زمالهجه دغسي وي ماتصنع نه ده كړې څه چي راغلي دي همغه مي ليكلي دي . پوښتنه : دزولنوشرينګى اودليونيوسره ملګرى موهم ددغه لړۍ يوه كړۍ ده ؟  ځواب : جنون زمالپاره هروخت دشرافت سمبول دى علت يې دادى چي زه په جنون كي ريانه وينم ، زه په جنون كي دروغ نه وينم ، ليوني درواغ نه وايي ،ليوني ريانه كوي ،ليونيان داجتماعي نظام پابندنه دي ،ليونيان دتملق اوچاپ� �وسۍ خلګ نه دي نوځكه تاسوهروخت زماپه شعركي دزولنوشرينګى ګورى ،حتٰى په يوه شعركي تاسوګورى چي فلك هم د� �يونيانومخالف دى هغه چي وايي :  (( خيام روان ړ ددوزخ پرلوري ورپسي تلې دملايانوټولۍ  چړي په څنګ كي پنج كتاب نيولى ورپسي وړلې يې ځنځيراوكړۍ  پاس دآسمان هاتف چغه كړله ويلې وركړي دې مجنون ته سزا  ځكه چي داده دهوښيارانودنيادليونولپاره نه ده پيدا))  دلته ګوروچي ټوله اجتماع اوټوله نظام دليونيومخالف دى نوځكه زه ليوني ستايم اويايې ځكه دزولنودشرنګي هواخوايم چي دوى ددنيادتملق اودرواغوڅخه خلاص دي . پوښتنه : پخپ� �وچاپ سووشعري ټولګوكي موكومه يوه ډيره خوښيږي ؟  ځواب : زه ګمان نه كومه چي دې پوښتني ته به موډيرځواب دركړم ځكه كه زه ووايم چي فلانكۍ ټولګه مي خوښه ده نوددې دامانا سوه چي پرهغه نوروشعرونوباندي پښېمان يم په داسي حال كي چي زه پرخپلوټولوشعرونوباندي پښېمان نه يمه . پوښتنه : تاسود( قومندان ) په نامه يوناول هم ليكلى ړ چي د� �ته په كندهاركي ډيرولوستونكوخوښ كړ نوكه ددغه ناول دكيسې اوكريكټرنوپه اړه څه وواياست چي آياداټول وا� �يعتونه دي اوكه سمبولونه ؟  ځواب : ماددغه ناول په مقدمه كي هم ليكلي دي چي مشهورانګريزليكوال ( ارتركيوس� �ر) توصيه كوي چي : (( ليكوال بايدخپل قهرمان وخوري اوداسي يې هضم كړي چي بيرته يې ترمساماتوراووزي )) نودى خپله بيايوچاته ګوري اوهغه نه ترسيموي په دې چي هغه خوژوندى دى يعني ژوندخودخورك نه دى خود( قومندان ) ناول د( ارت� �كيوسلر ) دنظرڅخه په بل نظرليكل سويدى اوماپه دې خاطرباندي وليكى چي دغه پدل مات كړم اوبل دلته چي تدې و� �ستيوكي كومي ليكني سويدي په ټولوكي روس ته ښكنځل كوي اوياخلقي ته بدوايې په داسي حال كي چي په هغه شپوكي په ( محله نجات ) كي داسي جنايات سويدي يامثلاًوكابل ته چي مجاهدين راغلل هغه جناياتونه يې وكړل چي خلقيانواوپ� �چميانوپه  خوب هم نه ووليدلي اوماپه ځينوشعروكي دغسي جناياتوته اشاره هم كړېده خصوصاً د( حيات آباد) شعرم حصول په ( حيات آباد) كي معلوميږي خو زه يقين لرم چي (قومندان ) ناول به دناول ليكني له اړخه ډيرنيمګړي وي اوم ايوازي ددې لپاره ليكلى دى چي خپلولوستونكوته ووايم چي كه په ( پل چرخي ) كي جنايات ترسره كېدل دغه رازجنايات په ( محله نجات ) كي هم اجراكېدل اوكه خلقي ځغستل د(KGB) جاسوسي يې كوله دغه راززموږد مجاهدينورهبرانوبياد ( ISI ) سره همكاري كوله چي داهم بده خبره ده ،كه ( روبل ) بيګانه سكه ده نوكلداره اوډالرهم پردۍ سكه ده اوزمالپاره يوازي اويوازي افغانۍ خپله سكه ده چي هغه په دې هيوادكي بايدوچليږي همدارنګه زمالپاره دايوبيرغ دى زه دوهم بيرغ نه پيژنم ،هرڅوك چي هربيرغ ته ورځي زمالپاره بيګانه پرست دى .  كه چيري داناول ماد مقالوپه بڼه ليكلى واى ښايي چالوستى هم نه واى نومادداستان په شكل وليكى اوقهرمانان چي يې دي زماپه ګمان دكندهارخلګ يې پيژني اوداتاسوچي پوښتنه كوى تاسويې هم پيژنى اودغه كس چي زه يې ( ملا دروېش ) بولم هرڅوك يې تيژني چي ملادروېش څوك دى ؟  پوښتنه : له ( قومندان ) څخه ماسوىٰ تاسويوبل تاريخي كتاب ( هرات ،پښتانه اوستره لوبه ) هم ليكلى دى ددې كتاب دليكلوانګيزه څه وه ؟  ځواب : زه دهرات په برخه كي دايرانيانو ليكنووهڅولم ترڅودغه كتاب وليكم ځكه اي� �انيان داسلامي انقلاب څخه ورسته هم دهرات دعوه لري ، ماددوى د( رفسنجاني ) يوه بيانيه لوستله اوله دې څخه ماته معلومه سوه چي ددوى داسلامي انقلاب جمهوررئيسان هم پدې عقيده دي چي هرات په زوره دايران څخه جلاسوى دى اودبادغيس سره يې دايران خاوره بولي ځكه زه راولاړسوم چي پدې اړه تحقيق وكړم اويوكتاب وليكم ترڅوخپلوخلګوته وروښيم چي هرات څونده مقاومت دانګريزپه مقابل كي كړيدى ترهغه يې زيات دايران په مقابل كي كړيدى ، يوكال ياڅ وارلس مياشتي يې دايران محاصره ګاللې ده ،قربانۍ يې وركړيدي اوخپله خپلواكي يې ساتلې ده نودغه خبرووهڅولم چي يوڅه شاته ولاړسم اوپه دې ضمن كي ددغزنويانوبرخه هم راولم ځكه چي هرات دغزنويانوترتسلط لاندي ړ هغه ړچي بيا� �يرودوستانوخصوصاً دطالبانودزمانې خلګوحتٰى امريكې ته تلفونونه راپسي راوكړل اوويل يې جهاني زموږ مشرانوته بدويلي دي ،بياماورته وويل : كه ستاسومشرانوته چابدويلي دي هغه كتاب ويلي دي ځكه پدې كتاب كي ډيري لږ خبري زم ادي اودغزنويانوپه اړه چي ماهره كله ويلې ده تاريخي بيهقي چي هغه ابوالفضل پخپله وايي : (( زه شاهدددغي صحنې يم )) يوڅوك چي دصحنې شاهدوي ته خويې بايدخبري په كتاب كي رانقل كړې نوددې كتاب دليكلوترټولوغټه موخه مي همدغه ده� �ات په اړه دايران دملكيت دادعاردول ړځكه دوى نه يوازي هرات بلكي بادغيس اوغورهم دايران خاوره بولي تاسووګو� �ى كه اوس هم له چاڅخه دجامع كليات موجودوي په مقدمه كي يې داخبره سته چي : (( هرات يكي ازشهرهاى آبادان ايران است )) يعني دوى يې تراوسه پوري دحال په صيغه وايې ( بود) نه وايې اودا مقدمه تقريباً شل كاله مخكي ليكل سوېده چي ډيروخت يې هم نه كيږي پوښتنه : جهاني صاحب ! كله چي يوازي سي موسيقي اورى اوكه كتابونه مطالعه كوى ؟  ځواب : زه زياتره موسيقي يادملګروسره اورم يايې په موټركي اورم اوپه كوركي زه ډيروخت كتابونوته وركوم ،زه دكورڅخه ډيرنه وزم اوملګروته وايم چي زه دتلفون دوې شمارې لرم كه په كوركي نه وم په كاركي يم اوكه په كاركي نه وم په كو� �كي يم اوكه په دواړوكي نه وم نوپرلاري يم ،تاسوباوروكړى زموږ كورته نيژدې داسي مېله ځايونه دي چي داُرپاغوندي دښكلوځايونوڅخه ورته مېله وال راځي اوماتراوسه پوري ليدلي لاهم دي حتٰى زامن مي مجبوروي چي زه هم ورسم خوم اداوخت نه دى پيداكړى چي ورسم نوزه ډيروخت په كوركي دكتابونوپه مطالعه تېروم اوزمادمطالعې كتابونه په سلوكي نوي فيصده تاريخي اوپاته لس فيصده يې نوچي هرشى په لاس راغلل لولم يې . پوښتنه : هغه مهال چي تاسودلته په كندهاركي واست اوياترهغه مخكي دكندهارشاعري اوموسيقي ځانته يوځانګړى سبك درلوداوس چي ورته ګورى آياڅونده ف� �ق يې كړيدى ؟  ځواب : داسي لږ فرق يې كړيدى ،داڅوورځوترمخه سيديونس آغاپه يوځاى كي خواندن كاوه دده ټول ط� �زونه هغه زاړه طرزونه ووچي ماترمخه دلته اوريدلي وومنتهااوس داتغيرپكښي راغلى دى چي يوڅه يې كيفت اصلاح سويدى ثبت يې په ښو،ښوآلاتوسره كيږي اودپخواپه ډول دآوازخوان سره يوازي هارمونيه اوطبله نه وي ملګرې بلكي دموسيقۍ نوي ،نوي آلات ورسره وي چي پخواپه كندهاركي خلګ ورسره بلدنه وه ،خلګ په سُراوتال باندي اوس پوه سويدي اولږترلږه هنرمندانودازده كړيدي چي زه بايدخپلواورېدونكوته په سُراوتال برابره موسيقي وږغوم يعني مطلب مي دادى چي په دې برخه كي يوڅه پرمختګ سويدى، خو په دې كي دى چي لكه څرنګه چي مويووخت دنن څخه شپېته اوياكاله ترم خه په شاعرانوكي ډيرتكړه ټېم درلودى لكه ملاسلام بابا،ملاميريحى ملامحمدعمر،ملامحمدانور ملاعبدالله،م لاعبدالحكيم ،ملامحمدعيسٰى ،ملامنان اوداسي نور...بيادغه ټېم يودم ورك سواوداسي شاعران په كندهاركي � �اپيداسول چي دهغوسل شعرونه ديوې ثانيې په اوريدولوباندي نه ارزېدل دغه رازموپه موسيقي كي هم تردې ورستيو ان� �لاباتوترمخه ددغه عبيدالله ترزمانې پوري ډيرښه ،ښه هنرمندان درلودل چي له هغوڅخه يې ځيني اوس هم ژوندي دي اوښه خواندن كوي لكه : استادلالى چي دپينځه اوياوكالوسړى دى لكه استادمحمدنوردى هم ديوسن سړى دى همدارنګه: � �دم،نصرالله ،استادخدايداد،آغك مامااونور...دوى ډيرښه خواندنونه كول خودغه انقلاب په دې اړخ كي يوڅه منفي تاثيرات كړيدي لكه څنګه چي يې دشعرپه برخه كي مثبت تاثيركړيدى اوزه دونده ځيني خوشحال يم چي هرواري كندهارته راغلى يم ديوميلون خاطراتوسره ولاړسم خولكه ترمخه چي مي وويل دموسيقۍ په اړه كي يې منفي تاثيرځكه كړيدى چي په كندهاركي نوي هنرمندان نه توليدسوي ،يادكوټي څخه راغلي دي اويادلته اوس په كراره ،كراره انكشاف كوي البته دثبت اوآلاتوپه برخه كي يې پرمختګ كړيدى . پوښتنه : راتلونكى يې څنګه وينى ؟  ځواب : راتلونكى يې په خ� �ګوپوري اړه لري چي څونده توجه ورته كيږي ،څونده خلګ علاق ورسره ښيي اودهنرمندانوسره څونده كومك كيږي خصوصاً دموسيقۍ دبرخي هنرمندان مادي كومك ته ډيره اړتيالري علت يې دادى : كله چي يوشاعر،ليكوال،معلم اوتا� �يخپوه له كورڅخه دباندي راوزي نودهغه كورنۍ افتخارپه كوي خوتاسي ته معلومه ده چي په افغانستان كي داسي نه دى هيڅوك نه غواړي چي زوى دي يې عبيدالله سي په داسي حال كي دى به دعبيدالله له آوازڅخه داسي خونداخلي چي ورته ژاړي به ،دعبيدالله ډيرښه آوازړمګرهيچانه غوښتل دخپلوزامنوڅخه عبيدالله جوړكړي اوكه به يې زوى علاقه هم د� �لوده نوده به ورته ويل چي داكارونكړې .  نولكه څنګه چي په ټولنه كي شاعركوځاى لري بايدهغونده ځاى سندرغاړي هم درلوداى ځكه سندرغاړى دى چي دشاعرآوازداولس ترغوږوپوري ورسوي ځكه زموږ دخلګوډيرى بېسواده دي هغوى (طلوع افغان ) نه ګوري ،هغوى كيسټونوته غوږ نيسي اوكيسټونه سندرغاړي ورته وايې خوله بده مرغه دلته دسندرغاړوپه اړه ښه نظرنه دى موجودنوځكه زه ويم چي دوى ډيركومك ته اړتيالري كه چيري كومك ورسره وسي آينده يې روښانه ده اوكه كومك ورسره ونه سي نوطبعي خبره ده چي مخ پرځوړبه وي  پوښتنه : جهاني صاحب ! كه چيري شاعرسوى نه واى نوكومه دنده موغوره كول ( يعني څه به واى ) ؟  ځواب : كه چيري شاعرسوى نه واى نودافغانستان دتاريخ يوښوونكى به واى ځكه زماله ډيره وخته دكيسواوتاريخ لوستني سره ډيره مينه وه اوخامخامي دتاريخ خواته توجه كول . پوښتنه : � �ياكله موداسي فكركړيدى چي كاشكي ماهم دفلانكي شاعرپه ډول شاعري كولاى يازه دهغه فلانكي شاعر پرځاى واى ؟  ځواب تقريباً ټول ځوانان كه تاسي وګورى په لومړي سركي يې ديوچالين نيولى وي دهغه الفاظ او دهغه تركيبات يې په شعرونوكي پيداكولاى سي چي بعضي خلګ ودغه ته په بدنظرګوري اووايې چي فلانكي مثلاً تركيبات غلاكړيدي خوزه ودې ته هيڅ وخت په بدنظرنه ګورم ،كه دشعرشكل څوك اخلي ،كه يې متن اخلي ،كه يې حتٰى نيمه غزل و اخلي اوهغه په خپ� �والفاظوكي راوړي هيڅ فرق نه كوي ترهغوچي ځانته لارپيداكوي اوخلګ يې چي شعراوري دستي پوهيږي چي دادفلانكي شع� �دى دمثال په ډول زه درحمت شا( سائل ) شعربيخي له آسمانه پيژنم همدارازكله چي دعبيدالله ( دروېش ) شعرواورم دستي پوه سم چي داد( دروېش ) شعردى ځكه دده خپل ځانته يوجلاسبك دى اوستاسي دپوښتني اصلي برخي ته راځم : زه په اول سركي دشعرپه اهميت ترډيره نه پوهيدم ،ماخپل شعرونه دفاكولتې په دوران كي دخپلوملګروپه ډيرټينګارپه كتابچه كي وليكل مخكي ماپركاغذونوباندي ليكل بيامي همصنفيانوراڅخه واخستل اودځينوچي ښه خطونه ړ دوى دازماشعرونه په كتابچه كي راليكل باالاخره زه وشرمېدم اودځان سره مي وويل چي دوى خوستاكاتبان نه دي خوهصنفيان دي چي دوى يې درليكي ولي يې ته خپله نه ليكې ؟يعني دفاكولتې ترزمانې پوري ماشعرنه لانه ټولول نوځكه زمالپاره داخبره يوڅه ستونزمنه غوندي وه چي په كندهاركي مي كوم شاعريادكړى واى چي كشكي ماددغه شاعرپه ډول شعرونه ويلاى . اجمل ( خټك ) البته خوښ ړ ځكه په هغه مهال كي دى دورځي موډړ :  (( ديوملانه تپوس وكړوماوې ملاصاحب جنت به څه وي ؟  � �اس يې پرګېډه تېراوه ويلي خوګې ميوې اوشېدورودونه )) دادخپل وخت يوايقلابي شعرړ اوداسي شرنګ يې درلودچي هرڅ وك يې ځانته وركشاوه نوزمابه هم ښايي دده شعرونه خوښ سوي وي ،په دوهمه مرحله كي مي ښايي دسليان (لايق ) شعرونه اويادغني خان شعرونه خوښ سوي وي خودغني خان سره مي خاصه مينه درلوده نوكه ماچيري په ژوندكي غوښتي وي چي خداى زماڅخه لوى شاعرجوړكړي نوغني خان به مي يادكړى وي كه څه هم غني خان خپل مقام لري اودى دلوى خداى دلوري پښتوته يوه تحفه وه . پښتنه : جهاني صاحب ! په ډيروپوښتنومي ستړي كړلاست نوپه بخښني سره كه خپله ورستۍ پوښتنه داسي وړاندي كړم چي : ستاسوپه اولادونوكي كوم څوك دموسيقۍ ياشاعرۍسره مينه لري ؟  ځواب: كشرزوى مي چي احمدشاه نوميږي دپښتوشاعرۍسره مينه لري اوبل زوي مي چي اجمل نوميږ ي  بيولوژي يې ويلې ده خوډيره ښه طبله اوښه هارم ونيه وهي خصوصاً په طبله كي ډيرښه دى اونورزامن مي دهنرښه اوريدونكي دي خوخپله كارنه ورسره لري . ښاغلى جهاني صاحب ! ستاسوله ټولوځوابونوڅخه ډيره مننه لوى څښتن موتل همداسي جهاني اونړيوال لره . جهاني : ستاسوڅ خه هم ډيرتشكر خداى دي وكړي چي زماجوابونه ستاسودلوستونكولپاره په زړه پوري وي ډيرتشكر . ",عبدالباري جهاني : خداى زه داپوزيشن شاعرپېداكړى يم 2973,," هلمند کې امنيتى چارواکو ددغه ولايت د بغران ولسوا� �ۍ کې د ٣ تنو پوليسو مړي په داسې حالت کې پيدا کړي ،چې سرونه يې له تنوڅخه پرې شوي دي. د هلمند ولايت مرستيال او وياند محى الدين له بينوا سره د پېښې پخلى کوى او دا يې د هېواد د دښمنانو کاروباله . طالب جنګياليو له دې وړاندې ويلى وو، چې د يو وسله وال بريد په ترځ کې يې د کجکى ولسوالۍ له يوې پوستې څخه ٣ تنه پوليس تښتولى دى . محى الدين اټکل کوي چې وژل شوي کسان همغه پوليس دى چې د جمعې په ورځ له کجکى څخه د لارې په اوږدو کې لادرکه شوي وو.دى وايى دوى ته په لار کې کمين نيول شوى وو . ",هلمند کې د پوليسو ٣ مړى پيدا شوي 2974,," د پکتيا امنيتى چارواکو ٩ تنه شکمن مخالف جنګيالى پرون نيولى دى . د پکتيا د پوليسو مشر نن بينواته وويل داسې شواهد او سناد شته چې نوموړو کسانو ٢ ورځې وړاندې په هغه بريد کې لاس درلود ،چې دز رمت د ولسوالۍ په يوه امنيتى پوسته تر سره شوى وو .دغه بريد تيره پنج� �نبه په زرمتو کې په يوه امينتى پوسته ترسره شو ، چې له امله يې ٤ تنه دولتى پوليس او يو ولسي وګړى وژل شوي دي .له دوى څخه يو اندازه وسله هم د پوليسو د مشر د وينا له مخې ترلاسه شوې ده . ",٩ تنه مخالف جنګيالى پکتيا کې نيول شوي . 2975,," د بشرى حقونو د يوې پلوى ډلې د وينا له مخې تر ٦٠ ډير داسې تنکى ځوانان چې عمرونه يې له ١٨ کلونو څخه کم د ١٤ کلونو په شاو خواکې وو، د ګوانتانامو جيل کې بنديان وو . د ( ريپ ريو) ډله چې مقر يې په لندن کې دى زياتوى دغو بنديانو د نيونى په مهال له ١٨ کلونو کم عمر در� �ود او د هغوى له جملې څخه اوس هم ١٠ تنه داسې بنديان شته چې د نيونې په وخت يې له ١٤ يا ١٥ کلنو څخه زيات عمر نه د� �لود .له دغو بنديانو څخه پرله پسې ډول پوښتنې شوې او د رپوټونو په بنسټ وهل شوي دي . د امريکا دفاع وزرات وايى هيڅ داسې کس په ګوانتانامو کې نشته ،چې عمر يې له قانونى سن څخه کم وي . ",تر ٦٠ ډير تنکى ځوانان ګوانتانامو کې بنديان وو . 2976,," د عراق د جګړې له پيل څخه د ٣ کلونو په بهير کې د بريتانياد فوځ ١٠٠٠ تنو غړو خپله دنده پريښې ده. په پارلمان کې د حاکم کارګر ګوند يو غړى ويلى د دغو کسان شميره په دريو کلونو کې ٣ ځلې زياته شوې ده .د( بى بى سى) د رپوټ په بنسټ په کال ٢٠٠٣ کې د عراق د جګړې له پيل څخه له ١٠٠٠ زياتو فوځيانو پرته له دې چې رخصتى واخلى ، خپله دنده پريښى او بيرته خپل کار ته نه دى راغلي . له دوى څخه ٩٠٠ تنه ، چې ونه نيول شي ،تښتيدلى دى .د دوى د وکيلانو په وينا فوځيانو په عراق کې د جګړې ددوام له امله خپله روحيه � �ه لاسه ورکړې ده او ورځ په ورځ ډير شمير فوځيان دوى ته دمشورو د ترلاسه کولو په موخه ورځى ، چې څه ډول عراق ته له تګ څخه ډډه وکړي . ",١٠٠٠ تنو فوځيانو د بريتانيا فوځ پريښى . 2977,," دهغه ترافيکى پېښې له امله چې تيره شپه د فراه ولايت د چک اب سيمه کې رامينځ ته شوه ، ٤ تنه دولتى پوليس مړه او ٦ تنه نور ټپيان شوي دي . ټپيان هرات ښار کې روغتون ته ليږدول شوي دي. مرګ او ژوبله همغه مهال رامينځ ته شوې ، چې د پوليسو يو موټر له سړک ووت او چپه شو . د يو بل رپوټ له مخې تيره شپه د کنړ ولايت د ماڼوګى ولسوالۍ کې يو ولسى وګړى د ناپيږانده وسله والو کسانو په ډزو سره وژل شوي دي . وژل شوى کس چې محمد يوسف نوميږى کنړ کې د امريکايانو يوه فوځى اډه کې کار کوو .وړمه شپه د غور و� �ايت کې د(مديرا) موسسې په سيمه ايز دفتر د سپکو وسلو بريد شوى دى ، چې ځانى او مالى زيان نه لري .همداشان طالب جنګياليو ادعا کړې چې د زابل ولايت د داى چوپان ولسوالۍ کې يې يو تن افغان امريکايانو ته د جاوسوسى په تور وژلۍ دى . ",فراه او کنړ کې ٥ تنه مړه او٦ نور ټپيان شوي دي . 2978,عبدالله احسان," نژدې ټول هيوادوال څه ناڅه دملالۍ جويا له نامه سره اشنا دي . څرنګه چي د بېړنۍ لويي جرګې څخه راوروسته ملالۍ جويا په پر� �ه پسې توګه د جنګسالارانو او جنايتکارو د محکمې غوښتني کوي ، ديوشمېر هيوادوالو په زړونو کي يې ځای موندلی دی او يو شمېر هغه چي هغه د چا خبره چي په اوړو کي يې شګه وي هڅه کوي تر څو دا اووه ويشت کلنه ملالۍ جويا چوپ کړ ي، ګواښونه ورته وکړي ، ويې ډاروي او په ډېره خواشيني سره بايد ووايو چي د ټولو افغاني دودونو او کلتور پرعکس کله چي اغلي ملالۍ جويا په ولسي جرګه کي دغويي اوومه او اتمه دافغانانو د پاره توري ورځي وبللې او دولس � �ه استازو څخه يې وغوښتل چي بايد عاملين يې محاکمې ته راکش کړل شي ، نه يوازي دا چي د ولسي جرګې دمشرتابه له خوا يې مايکروفون بند شو ، بلکي دولسي جرګې د يو شمېروکيلانو له خوا داوبو د بوتلونو تر ګوزارونو لاندي راغله . خو ملالۍ جويا وايي چي څو ژوندۍ وي د خپل بې وزله او جګړه ځپلي ولس خدمت به کوي . په دې و� �وستيو کي  د ملالۍ جويا د ملاتړ اوټولني ټولني د ملالۍ جويا ټکی کام په نوم يوه ويبپاڼه پرانستې ده . په دې ويبپاڼه کي د اغلي ملالۍ جويا په اړه ډېر څه د هغې په ږغ او انځور کي اورېدلای او ليدلاﺉ شی، تاسو درانه � �وستونکي ددې پاڼي پرانستلو ته رابولو .  پته يې داسي ده : www.malalaijoya.com               ",(ملالۍ جويا ويبپاڼه)د ملالۍ جويا دژغورني ټولنه 2979,عبدالله احسان," د افغان ښوونیزې روزنیزې م ؤسسې په مرسته چاپ شوی کتاب ( د طبي زدکوونکو لپاره کلنیکي لارښود ) چې له انګریزي (Students Clinical Methods in Medicine) څ خه  د ډاکټر حیات الله (همت) په زیار پښتو ته ژباړل شوی  اوس اوس له چاپ څخه را وتلی دی. مینه وال کولی شي چې نوموړی کتاب په لاندې پته تر لاسه کړي  . د ترلاسه کېدو پته :د کابل پوهنتون مرکزي لیلیې ته مخامخ کتاب پلورنځۍ ګرځنده تلیفون شمېره : ۰۷۹۹۳۱۲۸۱۸برېښنالیک پته : aefwardag@yahoo.com ",د طبي زدکوونکو لپاره کلنیکي لارښود چاپ شو 2980,," د غزنى د اندړو ولسوالۍ کې يو دولتى پوليس او ٣ تنه مخالف جنګيالى وژل شوى دى . مرګ او ژوبله هغه مهال رامينځ ته شوې ، چې وسله والو مخالفينو نن د پوليسو د ګزمې په موټر وسله وال بريد ترسره کړى دى . په دغه بريد کې ٦ تنه پوليس تپيان شوى هم دي . د غزنى د پوليسو مشر يوازې د ٤ تنو وسلو الو د وژلواو ٢ تنو د نيولو پخلۍ کوي . همداشان وړمه ورځ د قره باغ ولسوالۍ کې د ناپيږانده وسله والو کسانو د ډزو له امله دملى اردو يوتن عسکر مړ او يوه ميرمن ټپى شوې. د بغلان ولايت دتاله برفک ولسوالۍ کې هم د ماين د چاودنې له امله ٢ تنو شپنو خپل ژوند له لاسه ورکړى او يو بل ټپي شوي دي . ",غزنى او بغلان کې مرګ او ژوبله 2981,," ايران ته د افغان ولسمشر حامد کرزي د ٢ ورځنى رسمى سفر په پاى کې د دواړو ګاونډيو هېوادو ترمينځ په مختلفو ډګرونو کې د همکاريو ٧ تړونونه او لوزنامې � �اسليک شوي دى.دغه تړونونه او د تفاهم ياداشتونه دمجرمانو د بيرته سپارلو، د پانګې اچونې د ملاتړ د بنديانو د � �يږد، ترهرات ښار پورې د اورګاډى د پټلى جوړول او قضايى او فرهنګى برخوکې د دواړو لورو د چارواکو له خوا لاس� �يک شول . د واړو مشرانو حامد کرزى او محمود احمد نژاد په يو ګډ خبرى کنفرانس کې د دواړو هېوادو د اړيکو په پ� �اختيا او ګډو همکاريو په ادامه او ودې ټينګار وکړ.دا دريم سفر د ى چې کرزي يې ايران ته کوي . ",د ايران او افغانستان ترمينځ ٧ لوزنامې لاسليک شوې 2982,," په هغه چاودنه کې چې نن سهار د عراق د بعقوبه ښار کې د سپرلي په يو موټر کې رامينځ ته شوه ، ١١ تنه مړه او ١٦ نور ټپيان شول .ددغه موټر سپرلۍ ټول هغه کارګران وو چې د کار په لور روان وو. پوليس وايى نه پوهيږى چې چاودنه د سپرلۍ په موټر يا د سړک په څنډه کې رامينځ ته شوې ده . په موټر کې ٤٤ سپرلۍ وې . ",عراق کې چاودنې د١١ ولسى وګړو ژوند واخيست 2983,"حبیب الله غمخو� �","  د ملا� �ۍ جويا ټکی کام . درنوچلونکو: دبينوا ويب پاڼي په مرسته مي دملالی جويا په نامه دنوي پاڼي دپرانيستلوخبر تر لاسه کړ .ددوي يې کور ودان چې تل يې دهيواد او هيواد والو په اړوند خپلو لوستونکو ته پر خپل وخت او زمان په زړه پوري او کره معلومات دخپلو لوستونکودپوهاوي لپاره خپاره کړې دي .د خبر تر لوستلووروسته ، ددقيقو مع� �وماتو دتر لاسه کولو لپاره مي دا پاڼه پرانيستل، په رښتيا سره دا پاڼه دشکل له مخي ښايسته او ښکلې ده. مگرپس� �ه هغه چي مي ددې پاڼي ټول لينکونه کښېکښل اوهلته ځاي پر ځاي شوي معلومات مي ولوستل دا راته ښکاره شول چې دلته ((يو لس پټ )) يعني دپردې شاته بله خبره شته ، ځکه ددې افغاني مېړنی دکارنامو او افغاني مېړاني په هکله پر خپل وخت او زمان دټولو هيوادوالو دخبرتيا لپاره دډله ايزو خبري رسنيو په مټ ډيرو خلکو،فرهنگي ټولنو علمي او ادبي � �خصيتونود زيات مالاتړ او هڅوني په موخي ليکني او انځورونه نشرته سپارلی دي . ما کو ښښ وکړ چي هغه په همدغه پاڼه کي پيداکړم ، مگر له بده مرغه بريالی نشوم . دا پاڼه مي واړل راواړول ، خو ډير وروسته دغه ټکي ته متوجه � �وم چې دملالی جوياپه هکله په پدغه پاڼه کې ټولو راچڼ شويو هغو معلوماتوته ځاي ورکړه شوئ دی کوم چې په دري ژبه � �يکل شوي دی . نه پوهيږم چې ولي ددي پاڼي جوړونکو او انځورونکودداسي يو تر گوت نيوني لاندي تکل لپاره ملاتړېده؟ ، هيله مي داده چې په راتلونکي کښي زما اوزما پشان زيات شمير هيوادوالودتشويش د رفع کولوپه موخه په دواړو ژبو (پښتو ،دري) ددې مېړنی په هکله معلومات او څرگندوني خپرې کړي . پدي ټول پوهيږي چې ملالی جويا يوه افغانه تاجکه او دري ژبې ده . مگر پدې هم بايد ټول پوه وې چي دملالی جويا غوښتني او نيوکې په يوه � �وم پوري اړه نلري ، ددې اوازاند او وژانديزونه دټول افغان وولس او په ځانگړې توگه د افغاني غيرتي مير منو او پېغلوداحساح انعکاس دۍ ؛ همدا دليل چې ددې غوڅ مالاتړکونکی پښتو ژبي دي . پر ځاي به وي چي دملالی جويا په هک� �ه پدغه پاڼه کې کوم چې ددې نامه ته ځانگړې شوېده دهيواد په دواړو ژبو يعني پښتو او دري او که امکان ولري په ازبکي ،نورستاني پشه ئي اونوروژبودهغې په اړوند ټولي هغه مثبتي او منفي ليکني او غبرگونونه چې خپاره شوي دي ددې پاڼي لوستونکو ته دمطالعې لپاره وړاندي شي . زه پداسي حال کې چي ملالی جويا ته د جنوبي کوريا لخواددغه هيواد دبشر دحقو قو په نامه دجايزې ترلاسه کول زموږ دهيواد پدغو نازکو شيبو کې دلوي بري په توگه مبارکي وايم کي ، دا دټو� �و افغانو ميرمنو لپاره يو دافتخارلويه بيلگه بولم .ملالی جويا افغانه ده ځکه يې هر څه په افغانانو او افغانستان پوري اړه لري . حبیب الله غمخور ", د مـــــــــلالۍ جــــــــويا د ملاتړ ټـــــــــولني تـــــــــــه! 2984, میرویس جلالزی," ستا په ياد چي هر څه ليکم هغه کم دي  که يوه کرښه که يوه پاڼه که کتاب وي  ستا له ميني به اور بل په سمندر شي  راشه بس ده نور توان مي زړه کي نشته  نه مي تمه د وفا شته په بدن کي  روح مي واخله بس مي پريږده  هيله من ستا د وفا يم  جفا مکړه  بس ده بس ده   ",د وفا تمه 2985,," د کابل ښار د خيرخانې د سراى شمالى په گڼ ميشت سيمه کې دولسى وګړو، او پوليسو تر مينځ اخ اوډب لا هم ر وان دى .دعينى شاهدانو په وينا د ائيتلافى ځواکونو ، پوليسو او ولسى وګړو اړدوړ کې څه باندې ٢٠ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى او ډير شمير نور ټپيان � �وي دي. گن شمير موټر ويجاړ او سوي دي او چورلکې دم ګړۍ په سميه کې الوتنې کوي او ډزې اوريدل کيږى . د پوليسو په م وټرو او ٣ امنيتى پوستو هم بريد شوي دي . په سيمه کې ډير شمير پوليس هڅه کوى چې دغه تاوتريخوالى چوپ کړى ، اوس مهال ولسى وګړى له پوليسو سره لاس په ګريوان دي او يوشمير مړى تر سترګو کيږى چې د روغتيايى ډلو له لوري ليږدول کيږي . عينى شاهدان وايى چې امريکايانو په ولسى وګړو ډزې کړي دي او ٤ تنه امريکايان هم ټپيان شوي . دا پېښه هغه مهال رامينځ ته شوې چې د امريکايى ځواکونو فوځى موټر د ولسى وګړو په دوکانو او موټرو وروختل او په دغه ترافيکى پېښه کې ولسى وګړى او امريکايان يو له بل سره ونښتل . اوس مهال تر ٢٠٠٠ ډيرو کسانو په مظاهره لاس پورې کړى دى او دښار په لور ران شوى دى . د خيرخانې سيمه کې ډيرې لارې د ترافيکو په مخ تړل شوې دى . که څه هم پوليس هڅه کوى چې هر څه تر خپل څار لاندې راولى ، مګر حالات ډير ترينګلى او کړکيچن بريښى .قهرجن لارويان د امريکا ضد شعارونه ورکوي .همداشان سيمه کې ښوونځى ،دکانونه او پلورنځى تړل شوى دى او دسيمې د پاسه هوا کې چورلکى الوتنې کوي . په پېښه کې د مرګ او ژوبلې کره او رسمى شميره لا نه ده مالومه . يو شمير پوليس هم په پېښه کې ټپيان شوي دي . ",د کابل ښارکې گڼ شميرولسى وګړي مړه اوټپيان شول 2986,," ", 2987,," کابل: د کابل ښار س� �ای شمالي کې د ۱۷ مې حوزې په سیمه کې د امریکایي سرتېرو او ولسي خلکو ترمنځ په نښته کې۳۰تنه ملکي وګړي وژل شوي اود ۶5 په شاوخوا کې ټپیان شویدي. دغه نښته سهار مهال هغه وخت پېښه شوه، چې د امریکایي سرتېرو موټر د ولسي خ� �کو پر موټر وخوت او وروسته یې د ځان له وېرې پر خلکو ډزې وکړې. د پېښې په سیمه کې اوس هم ډزې روانې دي . پولیس د جګړې سیمې  ته ژورنالستان نه پرېږدي، خو د سیمه ییزو خلکو احتجاج روان دی.د سرای شمالي پر فضا د امریکایانو چور� �کې ګرځي او د خلکو قار او غوسه شیبه په شیبه ډیریږي.ولسي خلکو ګڼ شمېر دولتي موټرو ته اور اچولی او پر سړک د مړو جسدونه ترسترګو کیږي. د وروستیو رپوټونو له مخې قارجن خلک د دهن باغ په لور رهي دي او د امریکایانو او دولت پ� �خلاف شعارونه ورکوي. شورغږکوونکي په خپلو شعارونو کې  له هېواده د امریکایي سرتېرو د تلو نارې وهي او پر لا� �ه پر موټرو د کاڼو وارونه کوي او سوځوي یې. خلک وایي :((موږ کرزي ته ورځو)). خلک له پولیسو سره هغه مهال لاس او ګ� �ېوان شول،چې امریکایي سرتېرو ته یې د پېښې له سیمې د پښوسپکولو لاره ورکړه. ", د امریکایي سرتېرو او خلکو ترمنځ نښته،۳۰ مړه،۶5ټپیان 2988,"م يرويس جلالزي"," دا خبريو عربی ژبی تلويزيون چی نوم يی ندی ښو دل شوی له ملا داده الله سره د مرکئ پر اساس خپور کړی ده .له دی نه مخکی د کندهار د ٢٠٥ اتل قل اردو قوماندان ويلی وو چی ملاداد الله يی د يوی وسلوالی نښتی په پايله کی نيولی او امريکايی ځواکو ته يی سپارلی ده خو امريکايی څواکو د ملادادالله د نيونی او امريکايانو ته د سپارنی خبرونه بی بنسټ وبلل. ",طالب جنګي قومندان ملا دادالله په هلمند کی دی 2989,ميرويس جلالزي," په سيمه کـښی يو تن پوليسو چی نه يی غوښتل نوم يی خپور شی وويل چی څه باندی ٢٥ تنه کسان په دی پيښه کی وژل شوی دی .رپوټونه په دي اړه تر اوسه ضد او نقيص دی .نا تايد شوی رپوټونه خو لا دا هم وايی چی ٥ تنه خبريالان هم په پيښه کښی ټپيان شوی دی .د کابل د وزېر ا کبر خان روغتون چارواکو ويلی چی په لسګونو داسی ټپيان روغتون ته ليږدول شوی چی روغتيايی وضيعت يی ډير خراب ښودل شوی ده .امريکايی سرتيری دم ګړی له سيمی تښتيدلی دی او په ځای يی افغان ملی پوليسو د چټک غبرګون د ټولګی سرتيری او ملی پوڅيان څای پر ځای شوی ",د کابل د خونړی پيښی د مرګ ژوبلو شميره پر لوړيدو ده 2990,," ", 2991,ميرويس جلالزي," د کابل ښار ننی لاريون مخ په پراخيدو ده  له پل لوری امريکايی ځواکو ٥ ملکی وګړی وژلی دی دا خبره د فرانسی خبری اژانس په سيمه کښی د  عينی شاهدانو او د خپل عکس اخيستونکی نه په  نکل خپور کړی  ده .عينی شاهدانو وويل وروسته له هغه چی د امريکايی سرتيرو کاروان له څړک  څخه ووت  د سرتيرو يو خړ رنګی جيپ موټر خيښه کوزه شوه او  د سرتيرو په لور قهر جن لاريون کونکی په نښه شول .عينی شاهدانو دا هم ويلی چی د امريکايی سرتيرو په ډزو کی يو کو چنی ما� �وم چی د خپلی مور سره روان وو ووژل شو .په سيمه کښی د کابل د خلکو استازی ميرمن شکريه بارکزی له خلکو غوښتی تر څو له تاوتريخوالی لاس واخلی او  دښمن ته لاره هواره نکړی چی د خلکو په مينځ کښی ويره خپره کړی.د کابل ښار  ټول پوليس دی تيارسی په حال کښئ دی.په سميه کښی څو دولتی پوستی هم سوځول شوی دی .بهرنيو هيوادو په پالازمينه کابل کی خپلو وګړو ته خبر داری ورکړی تر څو له خپلو تم ځايو  بهر نشی چی  امنيتی وضع چندان سمه نده .له بلی خواه لاريون کونکی د افغانستان د پا رلمان د ماڼی په لور را روان دی داسی بريښی چی پوليس هم د � �اريون کونکو د کنترولو په اړخ کی پاتی راغلی دی . ",د کابل ښار ننی قهرجن لاريون مخ په پراخيدو دی 2992,," کابل: سره له دې،چې د خیرخانې کوتل له سیمې خوټېدلی لا� �یون د کابل مرکزي واټونو ته رسېدلای، خو وضع ورو ورو خپل اصلي حالت ته اوړي. په قوای مرکز کې هغه لاریون کوونکي،چې د حاجي ورګ د کور مخې ته ولاړ و بالاخره د پولیسو په هوایي ډزو له سیمې وتښتېدل. دلته د ۲۵ په شاوخوا کې لاریون کوونکي و،چې شنې پټۍ یې په لاس کې وې او ځینو یې د احمدشاه مسعود تصویرونه په لاس کې نیولي و، د یوې موسسې وره ته درېدلي و. دوی موسسې ته اور ورکړ او لوګي یې تر اوسه خیژي. لاریون کوونکي د یوه منظم پلان له مخې پر بې� �ابېلو برخو وېشل شوي او په فرعي کوڅو کې ولاړ صرف موټر یې د ماتېدو پرمهال مشخصو سیمو ته لېږدوي. یو شمېر لاریون کوونکي د کلوله پشتې بر مرکزي سړک تېر شول او د کلیدمیډیاګروپ په وړاندې یې یوې غرفې ته اور ورکړ، وروسته دغه ډله د کابل سټی سنټر په لور لاړه او هلته یې پر هوټل هم ځو کاڼي وورول. غوسه ناکو لاریون کوونکوپه نوښار کې پاملرنې موسسې او پیزا هوټل ته اور واچاوه او پر سرینا هوټل یې هم کاڼي وورول. د دارالامان په لور تلونکیو لاریون کوونکو،چې د امریکایي سرتېرو په ځار پسې روان و، پر لاره د اریانا تلویزیون پر دفتر برید وکړ. سره له دې،چې څینې موټر او نور وسایل یې وسوڅول، خو د پولیسو او ملي اردو د سرتېرو په رارسېدو سره وضع ارامه شوه او اورووژونکیو اور غلی کړ. اریانا تلویزیون خپلې خپرونې جاري ساتلې دي. اوس هم د کابل په څینو سیمو کې ډزې اورېدل کیږي، خو له وضعې داسې برېښي،چې لاریون کوونکي مات شویدي. ",کابل کې لاریون ورو ورو غلی کیږي 2993,," کابل ښار نن د ورانکاروډلو د زو� �زياتى ، مرګ او ژوبلې ښکار ښو . دورانکارو ډلود بريدونو له امله گڼ شمير پلورنځى ، دکانونه ، دولتى او غير دو� �تى ودانۍ او موټر د اور په لمبو کې وسوځيدل . د اريانا تلويزيون په ودانۍاو څيرمه هوټل او استوګونو کورونو هم بريد وشو او د اور لمبې تر ې جګې شوې . سينما پامير کې د افغان بيسيم په دفتر هم بريد وشو چې مالى زيان يې اړولى دى . د ښار په مرکز کې هم په يو شمير ودانيو، دکانونو او هوټلونو بريد تر سره شوى دى . کلوله پشته، تيمنى ، دريمه کارته ، نوى ښار ، خيرخانه او نورو سيمو کې ورانۍ رامينځ ته شوي دي . ملى اردو او پوليس د کابل د نن پېښې په م خنيوى او څار کې پاتې راغلل او دوى ونشو کړاى دورانکارو ډلو مخه ونيسى . داسې انځورونه هم شته چې خپله پوليس په غلا بوخت دي .د ولسى اومشرانو جرګو مشرانو اوغړو د مظاهره کونکو له استازو سره ناسته اوخبرې درلودې . د بينوا خبريال هم يو څه ټپىشوى دى . ", کابل ښار لوټمارى ، غلاوو او وراني په سر واخيست 2994,ميرويس جلالزي," په هلمند کی ٥٠ تنه مخالف جنګيالی د هوايی ب� �يدو په پايله کښی  وژل شوی دی د هلمند ولايت چارواکو د د وشنبی په ورځ وويل چی دا مخالفين د امريکايی  څواکو له خواه تيره ورځ د دی ولايت په اړوندو سيمو کښی له پښو غورځول شوی دی .دا له تيری يوی مياشتی راهيسی بله خونړی پيښه ده چی د هلمند په ولايت کښی را منځ ته کيږی .د افغانستان په سويل کی د وروستيو تاوتريخوالو په پايله کی تر اوسه څه باندی ٣٠٠ تنه له مينځه تللی دی . ",امریکایی ځواک پر هلمندسختي بمبارۍ کړي 2995,ميرويس جلالزي," امريکايی ځواکونه وايی د کابل ننی ناوړه  پيښه د تخنيکی ستونزی له امله را منځ ته شوی وه د امريکايی څواکو له خواه په خپره شوی خبر پاڼه کښی راغلی چی د دوی د سرتيرو د موټرو د کاروان يو موټر له تخنيکی ستونزی سره مخ شوی وو چی په پايله کښئ يی په � �سګونو ملکی وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.په بيانه کی راغلی چی له کنترول نه وتلی موټر له ١٢ ملکی موټرو سره ټکر وکړ چی يو تن مړی او ٦ ټپيان يی پر ځای پريښودل .امريکايی سرتيری وايی چی ټپيان يی روغتون ته ليږدولی او روغتيايی حالت يی ډير خراب ندی.خبر پاڼه دا هم وايی چی امريکايی سرتيری په دی پيښه ډير خواشينی دی او له افغان پوځيانو سره به په ګډه په دی اړه پلتنی کوی او د هغو کسانو کورنيو ته به تاوان ورکوی چی غړی يی په دی پيښه کښی يا خو وژل شوی او يا هم ټپيان شوی وی . ",امریکایان خو هر څه پر تخنیکي ستونزه ور اچوي 2996,ميرويس جلالزي,"  د ملی شورا ودانی ته په لاره کی پروت د انترنيوز دفتر د قهر جنو لاريون کونکو تر بريد لاندی راغی لاريون کونکو چی کاڼی او لرګی يی ورسره ليږدول د امريکا او افغان دولت پر ضد يی په شعارو لاس پوری کړی وو او د انترنيوز دفتر په دروازی يی ګزارونه وکړل چی د سر ځيان يی ندرلود.لاريون کونکی چی له دی دفتر نه څو متره د ملی شورا په لور ور روان شول په لاره کی يی پروت د آريانا ټلويزيون تعمير تر بريد لاندی را وست چی د ودانی مخی ته يی ولاړ ځينی موټر هم وسوځول .لا� �يون د کابل په وخت ٤ بجی د پارلمان د ودانی مخی ته د چټک غبرګون د تولګی د سرتيرو چی د نړيو ال سوله ساتی ځواک سرتيری هم ورسره مله وو په مد اخلی پای ته ورسيد .د کابل ښار امنيتی ټول ځواکونه د تيارسی په حال کی دی . ",د انترنيوز دفتر د قهر جن لاريون تر بريد لاندی راغی 2997,ميرويس جلالزي," ولسمشر کرزی په افغان ولس غږ کړی چی هغه بلګوار وټکوی چی غواړی د ترافيکی پيښی په پلمه ګډوډی ته لمن ووهیحامد کرزی چی  د دوشنبی په مازديګر د جم هوری رياست په ماڼی کښی د خبريالانو مخی ته را څرګند شو ټينګار يی وکړی چی ترافيکی پيښی په هر هيواد کښی را منځ ته کيږی خو د وطن دښمنانو ته بايد اجازه ورنکړو چی وضيعت ګډوډ کړی.ولسمشر کرزی وويل چی افغانان د کورنی � �خړی د زغملو توان نلری او نه بايد هغو دښمنانو ته واک ورکړ شی چی غواړی په افغانستان کی د خپلی پيښی لپاره د پله ځای ومومی .هغه ومنله چی  د امريکايی ځواکو د کاروان يو موټر له کنترول څخه وتلی وو او دا خونړی پيښه يی را منځ ته کړه خو يو څه چی هغه پری په وار وار  ټينګار کاوه هغه د امريکايی څواکو د هغه سرتيری څخه د پوښتنو ګرويژونو د پيل غوښتنه وه چی پيښه يی را منځ ته کړی وه .کرزی وويل چی د پيښی عاملين په ژر تر ژر وپيژنی او د امريکايی ځواکو له مشراو په کابل کی يی د امريکا له سفير سره هم په دی اړه په همدی ورځ خبری کړی دی.هغه د کورنيو چارو وزارت چارواکو ته خبر داری ورکړ چی که د کابل په ښار کی له وران کارو عناصرو سره مخامخ کيږی نو چټک غبرګون دی ښکاره کړی. ",کرزی : بلواګر د پیښي په پلمه ګډوډۍ ته لمن وهی 2998,"مي� �ويس جلالزي"," نوموړی د کويت په نړيوال هوايی  ډګر کښی له ښکته کيدو سره سم وويل چی دی کويت ته په دی موخه راغلی تر څو د اسلامی پرمختيايی بانک په ٣١ غونډه کښی چی د کويت په ښار کښی جوړيدونکی ده ګډون وکړی .ښاغلی احدی د خپل کويتی سيال بدرالحميدی په بلنه کويت ته � �سيدلی ده .اټکل شوی چی دا غونده به د می د مياشتی په ٣٠ پيل او يو ورځ به دوام ومومی . ", د ماليه وزير انور الحق احدی کويت ته ورسيد 2999, احمدولي اڅکزی,"   احمدولي اڅکزی زه له بده م� �غه د هغه افغان ځوان نسل سره تړاو لرم چي يواځي مي د افغانستان بدي ورځي ليدلي دي . کله چي راته مشران د پخوانيو جشنونو، اخترونو او مېلو نکلونه کوي نو خوب او خيال مي يوسي. زه اوزما ټوله همزولي په جګړې کښي راږېږېدلي يو او په همدغه جګړه کښي رالوی شوي يو. بعضي همزولي مي په نړۍ کښي خواره واره د مهاجرت دژوند تريخې شپې او ورځي سبا کوي او بعضي همزولي مي د توپکسالارانو، بدکارانو اود پرديو دغلامانواو اجينټانو تر ولکې لاندي تريخ ژوند تې� �وي. زما هغه همزولي چي په افغانستان کښي ژوند کوي هغه د روزني او تعليم نه بې برخي پاته دي. نه خو پدغه هيواد کښي صنعت شته او نه هم زراعت نه روزګار شته او نه کسب. زما همزولي زما ورونه زما وطنداران و دې ته اړايستل کيږي چي په غاړه کښي توپک واچوي او د يواو بل توپکسالارپه شاپسې شي.  خو زما د مهاجرو همزولو وضيت هم بهتر نه دی. لومړی خو دا چي بې وطنه خاک په سره په پرديو کوڅو او بانډو کښي سرګردانه لالهانه ګرځو. هرڅ وک مو پر سر سر وهي. نه مو د پوښتني څوک سته او نه د ګروېږني. د هر څه نه کړونکی احساس د خپل هويت او د خپلي خاوري نه د ليري والي احساس دی. که مور او پلار وهم لرو، خو چي بې وطنه يو، نو يتيمان يو. هر څوک راته بد بد ګوري د م هاجر او پناه ګزين ښکنځلي راته کوي. که يه په ډاګه راته ونه کړي په زړه کښي يه ښه نه راڅخه راځي. هره شپه چي ويديږو نو د وطن په خيالونو کښي مو خوب يوسي. زيات وختونه په نيمه شپه په خولو ککړ راوپاڅو چي دوطن ترخې او کړونکي خاطرې مو راته په خوب کښي راسي.  په افغانستان کښي زما هر څلورم همزولی په چرسو او نورو نشيي توکو اخته دی. تېره جګړه او روانه جګړه زما د همزولو پر اوږو ده. د کلونو راهيسي د همزولو جنازې دي چي موږ يه تر هديرو پوري ځغلوو. اوس هم هديرې ستړي دي او هم زموږ اوږې. تر کومه وخته به موږ په يو اوبل نوم خپل ورونه وژنو؟ و� �ي فکر نه کوو چي که طالب دی، که دوستمی دی، که د حکومت عسکر يا پوليس دی که بل دی که بل….. خو ټوله افغانو مېندو ږېږولي دي. ټوله افغانان او ټوله مسلمانان دي. ولي د پرديو لپاره خپل سرونه خاوري کړو؟ ولي د امريکا، برطانيې، پاکستان، اېران يا هم روسيې لپاره خپل سرونه ولغړو؟  بعضي هيوادوال مي پدې غلط فهمي کښي مبتلا دي چي پ� �دې به زموږ حالت راسم کړي. موږ به سره پخلا کړي، زموږ سړکونه ، ښونځۍ، روغتونونه به راجوړ کړي. امنيت به راو� �ي................ که داسي وي نو موږ څه لپاره د انګرېزانو سره جګړې کولې؟ څه لپاره مو د شورويانو پرضد مقاومت کوی؟ و� �ي په شعرونو کښي ملاله پېغله او د ميوند غازيان شهيدان ستايو؟ ولي مو دشورويانو سره په جګړه کښي يونيم مليون شهيدان ورکول؟  خو انګرېزانو هم نه ويل چي زموږ دښمنان دي. هغو غوښتل چي موږ ته فرهنګ راولي . روسانو خو هم ادعا کول چي افغانستان به جوړوي او زموږ سره به دوستي کوي.  انګرېزانوموږ ته د ډيورنډ داسي د ناسور اور پرېښودی چي زموږ لمسيان کړوسيان به يه لاتر اوده ونه وځي. انګرېزانو زموږ په کور کښي کرښه راتېره کړه. ورور او ورور يه سره جلا کړی. دغه ددوی فرهنګ و چي موږ ته یه راوړی. روسانو دعوی کول چي زموږ دوست هيواد دی. زموږ سړکونه به راجوړوي. سوسياليزم به راولي. په سوسياليزم کښي خو قوم او ډله نه ځاييږي. خو موږ يه وغولولو! موږ یه داسي پر ژبو او قومونو ووېشلو چي لاسونه مو يو د بل په وينو رنګ کړل او لا مو تږه نده ماته شوې. زموږ هيواد يه زموږ په وينو را اوبه کړی. زموږ يونيم ملين وګړي يه راشهيدان کړل او په ملينو ملينو يه رامعذوران شلان کړل. زموږ خاوره يه د مايننو په داسي زهرو ککړه کړه چي زموږ راتلونکي نسلونه به لا ورسره لاس او ګرېوان وي.  امريکايانو بیا موږ لاس تړلي وپاکستان او آی اېس آی ته وسپارلو. د جهاد په جريان کښي يې موږ پر تنظيمونو او حزبونو ووېشلو. د آی اېس آی په مرسته يې زموږ روشنفکران، کارپوهان، معلمان او ډاکټران را ووژل. زم وږ پلونه، سړکونه او روغتونونه يه راوالوزول. هغه بهرنيان چي اوس دوی ورته ټېرورستان وايي همدوی زموږ هيواد ته راوستل. همدوی به په پاکستان کښي به يه د تخريبکارۍ تربيه ورکوله. لنډه دا چي زموږ پر اوږو يه شوروي ته ماته ورکړه او بيا يه موږ د ګاونډي هيوادونو و رحم او کرم ته پرېښودلو. اوس راته امريکايان وايي چي ډيموکراسي راولي. دا اوس ډيموکراسي ده؟؟ که دا ډيمو کراسي وي نو موږ تر تېر يو!! تاسو په زندانونو کښي زموږ د سپين ږرو پ� �توګونه باسئ!! زموږ کلي رابمباره وئ!! زموږ بچيان زموږ په بچيانو راوژنئ. د يوې خوا د آی اېس آی په مرسته افغانان هڅوی چي بريدونه وکړي او له بلي خوا افغان عسکرو ته واياست چي بيداره اوسئ. پر موږ مو بدکاران ، ر� �وتخوران او توپکسالاران مسلط کړي دي. که دغه ستاسو ډيموکراسي وي نو موږ تر تېريو.  دغه کومه پټه خبره نده چي په پاکستان کښي تر اوسه لاتربيتي کمپونه شته والۍ لري. څو لسيزي تر مخه لا د پاکستان دخپل وخت اولس مشر ايوب خان ويلي وه چي امريکا د پاکستان فوځ خپل فوځ ګڼلای شي. پاکستان هيڅکله دومره جرأت نه شي کولای چي بېله د امريکا او سي آی اې داجازې په خپل هيواد کښي جنګيالي وروزي. داچي پاکستان دغه کارکوي نو د امريکا رضا خامخا پکښي شامله ده. که نه نو امريکا به د دغه کارمخنيوی کړی وای. امريکا د افغانانوپه وړاندي يوه غبرګه پاليسي پر مخ بيايي. د پښتو متل دی چي غله ته ويل غلا وکړه او څښتن ته يه ويل چي بيداره اوسه.  لنډه داچي امريکا دخپلو دلچسپيو لپاره زموږ بچي راوژني. که هغه طالبان دي او که هغه حکومتي عسکر دي او که نور.  موږ افغانان مېلمه پال يو. خو که يو څوک د توري سره زموږ کور ته راننوځي نو موږ دغه نه شو زغملای. موږ ته هيڅکله کومو پردو ښېګڼه نده رارسولې. استعمارګر هيڅکله زموږ د ښېګڼي لپاره سر نه خوږوي او نه يې خوږکړی. استعمارګر په لومړي سر کښي تفريق راولي او بياحکومت کوي. کوم وخت چي امريکايان په افغانستان کښي خپل مقصد تر لاسه کړي او بيا وځي نو موږ ته به نوي د ناسو زخمونه پرېږدي او زموږ پوره واک به بیا آی اېس آی ته په لاس ورکړي. ددغه ادعا ثبوتونه د تيرو څلورو کلونو په جريان کښي موږ ته د لمر غوندي روښانه شويدي. په افغانستان کښي هره ورځ په درځنو افغانان م� �ي. افغانستان دکورنۍ جګړې پرسمت راوان دی. دقضيې حل دادی چي امريکایان دي زموږ د خاوري ووځي. موږ د ام� �يکايانو دوستي غواړو. او که دوی زموږ دوستان دي نو زموږ د ګرېوانه دي د ګاونډي هيوادونو لاسونه وباسي او زموږ خاوره دي موږ ته راوسپاري.  زه پر خپلو ټولو هيوادوالوږغ کوم چي په صلح آمېزه توګه د امريکايانو نه غوښتنه وکړي چي دافغانستان د هيواد نه خپلي لښکري وباسي او موږ ته ګارنټي راکړي چي د ګاونډيو لاسونه به زموږ د ګرېوانه ليري ساتي. بايد چي يادونه وکړم چي په جګړه کښي زموږ تاوان دی او موږ بايد د مسلح مقاومت نه ډډه وکړو.  ",له داسی ډیمکراسۍ تیر یو ، امريکايان دي ووځي 3000,دمومن خان ازاد ژباړه - جرمني," يومطيع زوئ ولسمشرمشرف و ګاونډي هيواد افغانستان ته لانجې جوړوي او په خپل ملک کي يې دوې جبهې پرانيستلي دي، خو سره ددې هم غواړي چي ددې ناآرامه هيواد څخه د سيمې لوي ځواک جوړکړي _ هو، د چين په مرسته !   د سوزاني کولبل رپوټ  - د م ومن خان ازاد ژباړه - جرمني   نن ولسمشر يونيفورم اغوستی دئ، پر خاکي کميس يې ډيري نښی مښتي دي، پر اوږو يې طلايي ستوري جل وبل کيږي. پرويز مشرف په خپل دفتر کي ناست دئ کوم چي د راولپنډۍ دپوځي هستوګنځيود سيمي په يوه ويلا (کوټۍ) کي دئ . دغه کوټۍ دپخو خښتو په رنګ او د استعماري کوټيانو ډول يې دئ. دلته هرڅه برتانوي ښکاري، په تيره بيا دغه دساج دلرګي نصواري رنګه فرنيچر او دا دکار خونه يې چي په  تاريخي عکسونو ښکلې شوې ده. جنرال مشرف خاندي او وايي چي دی  په دې نا آرامه ملک کي به په عين وخت کي پر څومرو جبهو جنګيدلاي سي؟ خو و� �وسته وايي چي دا بمونه دا سر پر سر  سؤ قصدونه او سيمه ييزي شخړي، دا ټوله خال خال پيښي دي او "" د پاکستان اصلي څيره نه ده"" او ددې سره سم بيا خاندي. په داسي حال کي چي د ولسمشر د خندا لپاره څه نه دي پاته،  ځکه سيال يې يعني دګاونډي هيواد ولسمشر حامد کرزي دده په نشه کي خار وراچو� �ئ دئ. اصلاً خو دواړه ولسمشران پخوا ښه سره چليدل، مګر اوس هغه دپخوا خبري تيري سوي دي. ښاغلي ک� �زي په اسلام آباد کي د خپلي وروستۍ ميلمستيا پر مهال د ترهګرو د نومونو او د هغو دتليفون د نمرو يو ليست ورکړی وو، چي ويل کيږي دغه ترهګر په پاکستان کي بيله کوم خنډه خپل عمليات تر سره کولاي شي. په دغه ليست کي د افغاني طالبانو يو سترګي مشر ملا عمر د هستوګني د ځاي  په هکله هم يادوني سوي دي چي ګومان کيږي د بلوچستان د صوبې په مرکز کويټه کي د خپلي کورنۍ سره ژوند کوي. په دې ليست مشرف  بيحاله سو، ځان يې داسي ګڼۍ لکه ملنډي چي په وهل کيږي. په ترينګلي ډول يې ويل: دا مواد خو "" زاړه"" او "" بيکاره "" دي. دده پر شاوخوا يو لوړرتبه افسر په ډيره غوسه وايي چي: "" دوي په موږ د غويو خوشايي خوري"" د دغه وخت راهيسې لفظي جنګ زور اخيستئ دئ. خو مشرف د دغو خبرو څخه ځان تيروي اوپر ځاي يې کوښښ کوي  چي پر خپلو د ګُلف پر بازيو خبري وکړي. دی وايي زه پخوا ښه وم، اوس په کمزورو کي يم، په رڼا ورځ پر اتو سو� �يانو درې ساعته تيروم. او وايي اوس د اولسمشر په حيث دونه وخت نه لرم. څه ناڅه دلته په پاکستان کي نه! پاکستان د خپل تأسيس څخه تر اوسه چي څه ناڅه ٥٩ کلونه  کيږي، د خونړيزو شخړواو کودتاوو  په بې پايه  بحرانونو کي نغښتی دئ خو د دغو بحرانونو کړۍ به کله ناکله يوې لنډ مهالي او بې ثباتي ديموکراسۍ پرېکوله . د هند درې جګړو پاکستانيان ډير سره ننه ايستلي دي. د هغه راهيسي چي دغه هيواد د پخوانۍ برتانوي هند دمستعمرې د کوچنيو سيمو څخه چي اکثره مسلمانان پکښې اوسېدل، جوړ شو، تر دې نن ورځي پوري يې د خلګو فکر او ذکر يوازي د تهديدونو سره دئ . په نوي ډهلي او کابل کي د حکومت غړي پاکستان  دنړي پر نقشه باندي يو اضافي اوپه مصنوعي توګه مينځ ته راوړل سوې ټپله ( لکه ) بولي، چي د افراطيت او کړکيچونو هګۍ پکښې شاربل کيږي ،او بايد ژر تر ژره له مينځه يووړل سي. خو دغه خبره طبعاً څوک په زوره نه کوي. د پاکستان له خوا د اټومي بم جوړول هغه لوي ګام وو چي ددې  هيواد د شتوالي پر حق باندي تيري ته د پاي ټکئ کښيږدي ، دا نوڅه ناڅه پاکستانيان داسي فکر کوي.  خو مشرف يوازي په دې (تيغ بندي)  اکتفأ نه کوي،دی نورڅه لا هم غواړي. دی په دې تلاښ کي دئ چي هيواد يې دنړۍ په جنوب ختيځ کي يو نوی دريځ ولري ، غواړي چي د پاکستان څخه د دې سيمي لوي ځواک جوړ کړي ..هيواد يې بايد د سياسي او اقتصادي نظره د هند، چين، ايران او مرکزي آسيا دراکړي ورکړي په م� �کز بدل شي.نو ددې کار دپاره مشرف په نوي متحدينو پسې ګرزي . نور نوبايد يوازي د امريکا پر حکومت  تکيه ونه کړي چي په تيره بياد ٢٠٠١ کال د سپتمبرد ١١ نيټې د تروريستي حملو  راهيسي  د پاکستان  پرسياست باندی عملاً برلاسئ دئ، ب� �کي راتلونکئ نړيوال ځواک  يعني چين هم ورسره يوځاي کړي.    خو داګړئ و ولسمشر ته ساده خبره نه ده چي په خپل هيواد کي په خلګو ځان وپيژني. د پاکستان ډيری سيمي دي چي په هيڅ ډول و مرکزي حکومت ته غاړه نه ايږدي بلکي هلته د داسي فيوډالانو واک په لاس کي دئ چي خپل قوانين، خپل لښکر او خپل ځانګړي زندانونه لري. تر دې مهاله خو د اسلام آباد د هيڅ يوه سياسي لارښود وس نه دي رسيدلی چي ددغو محلي راجاګانو زور مات کړي .دا څو مياشتي کيږي چي مشرف يوازي په ب� �وچستان کي لا د درو غښتلو قومي واکمنانو او دهغوي د ځانګړو لښکروسره لاس اوګريوان دئ. دغه جنګسالاران د خپلي سياسي خپلواکۍ پراخوالئ او د کانونو په استخراج کي ډيره ونډه غواړي . د دوي ساحلي صوبه، بلوچستان د درو هيوادونو په مثلث  لکه افغانستان، پاکستان او ايران کي ټاکونکئ موقعيت لري، دا ځکه چي دلته د تيلو او ګاز ډيري غټي زيرمي شته.   د جنګ بله خوا چي دغه ولسمشر په اخته دئ د شمال لويديځ سرحدي سيمه ده،چي  د افغانستان پولي ته نږدې پرته ده. دغه خوا چي � �بايلي سيمه بلل کيږي او تر دې لنډي مودې دمخه پر دې خوا چا دولت ته دميږي لار لا هم نه ورکوله، اوس دلته د پاکستان پوځ د امريکايانو سره يو ځاي دالقاعدې  په ټروريسټانو  پسي ګرزي، خومشرف په دواړو جبهو کي تر هرڅه دمخه خپله تېشه وهي او غواړي چي دفرصت څخه استفاده وکړي او پر دې سيمه خپله واکمني ټينګه کړي.   د نواب اکبرخان د پټيدو ځاي د بلوچستان ختيځ ته څرمه  د ديرۀ بُکتي په غرونوکي  کي يوه ښه خوندي مغاره ده. په دې وچو نصواري رنګه غرونو کي تکړه ځوانان چي غټي بګړۍ يې هم پرسردي دغه مؤقتي کلا ساتي. دغو خلګو خپل عنعنوي پراخ کميسان او پرتوګان  اغوستي ، د مرميو کتارونه او کمربندونه يې تړلي او کلا� �نيکوفونه ورسره وي. دوي د بګتي د ټبر ګوريلايي جنګيالي دي چي د اسلام آباد مرکزي حکومت په وړاندي جنګيږ ي.   دا ګړئ خو بګتي د قومي پاڅون کونکو دمشرانوڅخه د مشرف لومړئ درجه دښمن ګڼل کيږي. د دې کال په پيل کي مشرف د بګتي ديره کلابندي کړه او ډزي يې پر وکړې خو پخپله  نواب اکبر خان   بګتي ځني بچ سو او په � �اس نه ورغئ . ددغي پيښي راهيسي بګتي غرونو ته ختلی دئ او هلته ديوه يا بل ځايه څخه پر را ږغ کړي چي "" اوس دي نو � �اس خلاص! "" .   نن د پسرلي په دې ساړه ماښام بګتي د خپلي"" مغارې""  و مخ ته د لرګيو پر يوه قيمتي کرسۍ باندي چي سپين بالښتان هم پر پراته دي،داسي ناست دئ لکه پر تخت .دی د دوو لکو قومي وګړو عام وتام مشر دئ . خلګ يې د بلوچستان ببر بولي .بګتي د دې ځايه څخه د مقاومت لارښوونه کوي، چي د مري او منګلو قومونو هم ورسره ولاړدي . دغه سيمه ييز خان په ونه يو جګ سړئ دئ ، تک سپين وريښتان يې دي . که څه هم چي ٧٨  کلن دئ خو ډير ويښ سړئ دئ. دی وايي : "" دغه ځوانان د بلوچستان پر ناموس جنګيږي، دوي پر وطن او پر خپلو طبيعي زيرمو ولاړ دي، چي په دوي اړه لري "". دده مقصد تر هرڅه دمخه ګاز دئ، چي څه ناڅه د نيم پاکستان ددې ځاي په ګاز ګذاره ده او د ګاز تر ټولو لوي کانونه په سيوۍ کي د بګتي و حرم سراي ته نږدې دي . د دې قومي مشرانو وسله وال جنګيالي شمير پنځه زره کسه اټکل کيږي. دوي د ګاز نلونه او پوځي موټران په هوا الوزوي . په دا تيرو څو مياشتو کي د دوي دلاسه په سلګونو کسان وژل سوي دي ، چي اکثره يې ملکي خلګ وه او په زرو کورنۍ د ديرۀ بګتي څخه فرار سوي دي.دا وروستي تاوتريخوالي هخه وخت زور واخيست چي دتير ديسامبر په مياشت کي ولسمشر مشرف په يوه نوې پوځي اډه کي وينا کوله، هغه بيا هم دمري دسيمي په مينځ کي! ده نوغوښتل چي په دې ډول خپله سره سترګه ښکاره کړي، چي ناببره  دژليو په شان راکيټونه پر  راواوريدل. ب� �وڅانو وروښوول، چي د مشرف حکومت د دوي سيمه په داسي  اسانه توګه نه شي نيولاي.   دپاکستان دغه داخلي شخړي کيداي سي چي ډير ژر نړيوال اهميت پيداکړي. په دا نږدې کلونو کي به د بلوچستان دلاري د جنوبي آسيا د ګاز دوه مهم پايپ لاينونه وغزول شی. د ترکمنستان د ګاز د پايپ لاين تړون چي د افغانستان او پاکستان دلاري به دعرب تر سمندرګي پوري غزيږي، امضأ سوی دئ  اواوس د يوه بل پايپ لاين په هکله د ايران، هند او پاکستان تر مينځ خبري اتري رواني دي. مشرف چي د بګتي خبري کوي نويې تندی هغسي ورين نه وي لکه دا دمخه چي يې د ګُلف پر لوبو خبري اتري کو� �ې.دی د تهديد په ډول وايي چي : "" زه د پاکستان ولسمشر يم او د بګتي څخه غواړم چي د پاکستان بيرغ ته سر ټيټ کړي  او په تريو تندي وايي. "" زه ودوي ته وايم چي دغه بيرغ به د رښتيا ميدان ته نه دربولئ!"" دی هغه پر پوځي اډه باندي د راکيټونو وارونه پر خپل ځان دا څلورم بريد بولی، چي دده د شپږ کلنی واکمنۍ راهيسي پر کيږي.   پر طبيعي منابعو باندي برلاسی اوس ددې دواړو سړيو تر مينځ يوه شخصي موضوع ګرزيدلې ده.او دواړه غواړي ثابته کړي چي کوم يو ددوي څخه غښتلئ دئ. د دغو خونړيزو شخړو منشأ په ګواډر کي ده.ګواډر يو کوچنئ ساحلي ښار دئ چي د ديرۀ بګتي څخه د ٨٠٠ کيلومترو په واټن جنوب لويديزي خواته پروت دئ اود بلوچستان په ناآرامه صوبه پوري تړلی دئ. اوس دلته هم د طبيعي زيرمو او انرژۍ خبري پورته کښته کيږي. دغه د کب نيونکو منطقه چي د عرب پر سمندرګي پرته ده، تر دا يوڅو کلو دمخه د وچو غرونو په لمن کي يو دوړن، خوار، وروسته پاته او بې معنا ځاي وو، چي خلګويې يوازي په کب نيولو او د وزو په روزنه او په ډير زحمت خپله شپه سبا کوله، .مګر اوس دلته پر دې کوچنۍ ټاپووزمه  باندي د مځکو په بيو خوله نه پوري کيږي، خلګ دي چي د پنډو چک بُکونو( دچکونوکتابچو ) سره دوري هوري ګرزي چي مځکي رانيسي. دسږ کال د جون په مياشت کي به دلته په ګواډر کي داسي يوسمندري بندر پرانيستل سي چي ډير لوی اهميت به ولري . چين غواړي چي  د نږدې ختيځ څخه ددې بندر دلاري خپله انرژي تأمين کړي. نو ځکه پيکينګ دلته په سوو ميليونه ډال� �ه پانګه اچولې ده او د بندر د جوړولو ډير کار هم چينايان کوي. احمد بخشي لهړي د ګواډر د پرمختيايي ادارې لوی مدير پاکستانئ دئ . دده په دفتر کي د تازه رنګ بوي ځي، ميزونه او چوکياني يې لا په پلاستيک پوښلی دي. دی په خورا فخر سره وايي چي: ""دغه زما راتلونکې ده، زموږ راتلونکې ده، د پاکستان راتونکې ده. "" او ورسره سم يوداسي ويديويي فلم  ښکاره کوي چي سړئ سرسامه کوي. په دې فلم کي ښودل کيږي چي عصري � �ويي لاري د ريګو تر سيمو تيريږي تر افغانستان پوري اوبيا دهغه ځايه دچين تر پولي پوري رسيږي. د ګواډر په � �ويديز ساحل کي ټوريستان دي چي خپل عيش کوي، جګي ودانۍ دي چي څوکي يې تر اسمانه رسيږي. لهړي وروسته وايي: دا خو اوس يو( کمپيوټري ) نمايش دئ، خو لس يا شل کاله وروسته به "" دا ټوله حقيقت وي"" ګواډر به دوهم دوبئ وي او پاکستان به د خپلي اقتصادي بدبختۍ څخه راوباسي.   دا نوئ ګواډر همدااوس لا يوه مهمه ستراتيژيکي نظامي اډه ګڼل کيږي. پاکستانيان غواړي چي د ايران د پولي څخه ٨٠ کيلومتره ختيځي خواته داسي يو ستر بندر جوړ کړي چي د کراچي د بندر برعکس داسي بندر وي چي د پاکستان ازلي دښمن هند يې د سمندر له خوا کلابند نه کړلاي شي.چينايانو بيا دغه ورته نينګلي دي چي د ګواډر څخه به يې د پارس په خليج کي امريکايان او دعرب په سمندرګي کي هنديان تر ست� �ګو لاندي وي او د هند په سمندر کي به د دې دواړو عمليات څاري. نو ځکه واشنګټن اوډهلي  د چين او پاکستان دغه ګډي مرستي سخته پارونه بولي. د هنديانو نارې دي چي موږ ايسار سولو،او واشنګټن بيا د تيلو پر معامله د چين د رښتينګلوۍ څخه په بيره کي دي چي د ايران سره به يې کوي.  و بلوڅانو ته چي بيا سړئ کښيني، هغه وايي موږ بيريږو چي سبا به دا خپله مېنه راته سره تبۍ سي.  د دې بندر پر کار اوس لا يو څو مينونه چاودلي دي او په چينايي ګارګرو کي هم سره سوې ده،يو څو کسه يې په قتل رسېدلي دي . د بلوڅو سياستوال لکه سناتور صناع الله بلوڅ  هم و شخړو ته لمن وهي، دی وايي "" موږ به دا پوځي رژيم ژر په جګړواخته کړو""   احمد حيات چي يو٢� �کلن محصل دئ  يوه ورځ يې خپلي خورلڼي ته چي په اسلام آباد کي ده، يو بريښناليک (اي مېل ) ليږلی وو؛ دې ويل چي که نور څه نه وي هغه د ژونديا مرګ درک  خو يې پيدا شو، ده ليکلې وه چي "" دلته ټوله دوکانونه چور شول، موږ دکورونو څخه نه سو  راوتلاي، بيا جنګ دئ."" دده خبر د شمالي وزيرستان د مرکز ميرامشاه ( ميرانشاه ) څخه راغلی وو. دغه ښار چي د خلګو شمير يې لسو زرو ته رسيږي په پاکستان کي د جنګ يو بل لوی ډګر دئ. د اپريل پر ١٢ دې ښار ته نږدې د هليکوپتري بريد په ترڅ کي سرغنه ترهګر محسن موسی متولي عطوي ووژل سو. ويل کيږي چي دې مصري  په هغه بريدونو کي لاس درلود چي په  نايروبي او دارالسلام کي د امريکي پر سفارتونوباندي سوي او ٢٢٤ کسه پکښي وژل سوي وه. د امريکې جمهور رئيس جورج واکر بوش ددې ٤٥ کلن پر سر پنځه مليونه ډاره ايښي وه.  دا دوې مياشتي دمخه (پاکستاني پوځ) په شمالي وزيرستان کي په داسي بريد لاس پوري کړی دئ چي په دې قبايلي سيمه کي يې دعملياتو د پيل راهيسي ساری نه وو. وزيرستان دترور ضد جګړه کي د زلزلې  مرکز بلل کيږي.داسي انګيرل ګيږي چي ګواکي دلته به د افغانستان سرحدي سيمي ته نږدې اسامه بن لادن او مرستيال يې ايمن الظواهري پټ وي. دغه خوا د وزيرو او داورو  ده چي د پښتنو دوه غښتلي قومونه دي. دلته ددوي بې اجازې هيڅوک په خلاصه پښه نسي ګرزيدلاي. په دې قباي� �ي سيمه کي تر دا نن ورځي لا د برتانوي استعمار د وختونوقانون چليږي، هغه داچي دقبايلو مشران د خپلي سيمي په اداره کي تر ډيره حده خپلواک دي او د مرکزي حکومت له خوا يوازي يو مأمور هلته ناست وي چي د سياسي ايجنټ په نام ه ياديږي.  د (٢٠٠١کال ) د سپتامبر د ١١ نيټې  � �اهيسي دا ټوله خبري اوښتي دي. د پاکستان په تاريخ کي د لومړي ځل دپاره ددې هيواد پوځ د توخي پر سيند ودې سختي � �وړي ژوري سيمي ته ورننوتل، دا نو يو څه دامريکايانو د سوټي او څپټي په زور، او يوڅه هم په دې چي مشرف غوښتل دم وقع څخه استفاده وکړي او پر دې آزاده سيمه خپل غيږ راوګرزوي . د القاعدې غړي د پښتنو ددې سپيرو غ� �ونو په کليو او مغارو کي په اسانه توګه ځان پټولاي شي. ځکه ديوې خوا داچي دغه د دين جنګيالي ښې روپۍ ورکوي، بل هم داچي که څوک دپښتنو څخه پناه وغواړي نو دوي يې دلزوم په صورت کي په خپله وينه لا دفاع کوي. ميلمه پالنه د وزيرو او داورو دقومونوسپېڅلی دود ګڼل کيږي. د جنوبي وزيرستان د وني دسيمي يو٣٥ کلن دکاندار احمد محمد وايي چي د افغانستان د جنګ و� �سته په سلګونو پردي خلګ دلته ګرزيدل چي ډيرئ يې عرب او ازبک وه. دی وايي د ٢٠٠٤ کال د مارچ په مياشت کي چي مشرف لومړئ بريد پيل کړ، نو ډير بهرني جهاديان پکښې مړه شول، خو ډير داخلي ملکي خلګ هم پکښې ووژل شول.د هغه وروسته پرديو ځانونه په غرونو کي پټ کړه .اوس دلته خلګ د دواړو خواوو څخه په بيره کي دي. پوځيان يې ځوروي او وايي چي به� �نيان په لاس راکړي او بهرنيان بيا ورته وايي چي که هر چا زموږ څرک په لاس ورکړ، والله که د  ژوند څکه راڅخه وکړﺉ!   قادر خان وزير د ميرانشاه د مير علي په پوځي اډه کي افسرانو ته دغه وايي چي "" موږ د مشرف پر خوا يو، دی پر موږ  ګران دئ،په ټروريسټانو دي بلا ستړې شي، موږ يې څه کوو؟ دوي دلته تر پښو لاندي مځکه نه لري! ""  دی يو ه� �ور سړئ دئ چي لويه بګړۍ يې پر سر وي او په شمالي وزيرستان کي د ٨٠٠٠٠ ، اتيازره پښتني کورنيو قومي مشر دئ او غواړي چي خپل خلګ د پاکستاني پوځ دبل چپاو څخه و ژغوري. مګر پوښتنه دا ده چي دغه ډول  څرګندوني به تر کومه ځايه د باور وړ وي؟  آيا سبا ورځ  به سرزوري اسلام پال ( ؟) کسان دغه سړئ  وخپلي پلوۍ او وفادارۍ ته مجبورنه کړي؟ دا پروسږ کال لا په وزيرستان کي په سلګونو قبايلي مشران د م� �رف د حکومت سره د مرستي په تور وژل سوي وه. د دولت رئيس غواړي چي سړئ په دې باور وکړي چي دده حکومت اوس په قبايلي علاقه کي مسلط دئ. په شمالي وزيرستان کي د حکومت مسؤل استازی سيد زهيرالاسلام و شپيګل ته په ډاډ س� �ه ويل چي"" اوس په شمالي وزيرستان کي امنه اماني ده او عادي ژوندروان دئ. موږ سيمه د ټروريسټانو پاکه کړه""  څو ورځي لا نه وي تيري سوي چي دی پخپله  په تصادفي توګه د يوي ح ملې څخه بچ شو، خودده وسله وال ساتونکئ پکښي ووژل شو. د پاکستان  داستخبا� �اتو ( آی ايس آی )  يو ايجنټ  چي ځان د علي په نامه  راته معرفي کوي هم د ټروريزم سره  په جګړه کي د خپلو تصوري بريا� �يتوبونو په خبرو نه مړيږي . دی نو اوس دغه نه ور په يادوي ، چي په په تيرو وختونو کي هيچا د طالبانو سر زورې  ډله په دومره مؤثرانه توګه نه ده حمايه کړې لکه دوی پخپله . دې پاکستاني ايجنټ چي نخودي رنګه کميس يې اغوستي دئ، دميلمنوسره خپل مجلسونه د اسلام آباد د ويلاوو (کوټيانو ) د سيمي په يوه اپارتمان کي کوي  چي په قنديلو روښانه سوی، عصري او پاسته سيټان پکښې پراته دي. دغه مخبر د کم پيوټر د پاور پواينټ په پروګرام کي د "" ترهګرۍ په وړاندي جګړې"" تر سرليک لاندي د پاکستان د اطلاعاتو اوامنيت  يو چارټ ( شکل ) را ښکاره کوي،وروسته بيا هغه عکسونه را ښيي چي ګواکي ددوي په تور (جال ) کي به ورلويدلي وي، دهغو له جملې څخه شيخ محمد خالداو بسم الله  رمزي  چي د نيويارک او واشنګټن د بريدونو په پلان کولو تورن دي. وروسته د طالبانو او القاعدې پر ضد خپله ستراتيژي را ته تشريح کوي.  دی کوښښ کوي چي د خپل مخاطب شک او ترديد س� �ه تيت و پرک کړي، خود لويديز پوځي کار پوهانو دغه هيڅ زړه ته نه لويږي چي د پاکستان پوځ دي په رښتيا هم د قباي� �و په سيموکي توره وهلې وي.  د کويټې دښار خلګ وايي چي طالبان په ښار کي هغسي لکه پخوا په آزاده پښه ګز و بر کيږي ، د پاکستان استخبارات له خوا روزل کيږي  او هر � �ول اړه و مانده يې ور پوره کوي. پسله هغه چي کندهار، چي د طالبانوستره کلا بلل کيده،  دددوی د ګوتو ووت، نو ددغي ډلي په زرګونو غړي بيرته د کويټې پر خوا ورمات سول . دغه اوازې لا هم خورا تودې دي، چي اوس  د پاکستان سم نيمئ استخبارات دمشرف  د اودې وتلي دي  او ددوی لوړ رتبه افسران خپله آجنډا مخ ته بيايي. دوی غواړي چي په افغانستان کي د لويديځ ځواکونو اغيزه سسته شي او دوی د طالبانو په مرسته بيا هلته قدرت تر لاسه کړي. په رښتيا هم چي دا ګړی د افغانستان په ډيرو جنوبي سيموکي بيا د دغو دو آتشه ( اسلام پالو؟ ) په � �اس د واک سوټئ ورغلی دئ. علي په دې دومره ډيره ناباوري اوشک  سر ښوروي او وايي : "" دا  د لويديځ بيخي غلطه اخيستنه ده . پاکستان د افغانستان پوله په ٨٠٠٠٠ نفرو ټينګوي.""  او وايي چي "" يوازي زما تر ٣٠٠ � �ا ډير ملګري د ترهګرۍ ضدجګړه کي وژل سوي دي . چا  تر موږ د دې جګړې ډير زور وړی دئ ؟ او چا تر تر موږ ډيره قرباني ورکړې ده؟ د ولسمشر مور، زرينه  دراولپنډۍ د پوځي هستوګنځيو د کور د چاي  خوړلو په سالون کي ناسته ده . دې سپين سري ميرمني يوه سنګينه ژړه ساړۍ پر ځان  پيچلې ده . دا هغه د پاکستان تر تأسيس دمخه پخواني وختونه ور په يادوي چي دوی لا په ډهلي کي ژوند کاوه. ددې وکورته لاس په لستوڼي، د پارک پرهغه بله خوا يې د پرويز زوئ دفتر دئ . د ولسمشر مور درې زامن لري. په دوو زامنو بيخي وختي لا پوهيدله چي څشي به ځني جوړ شي. هغه مشر زوئ يې يو ښه خيالي ډاکټر سو، کشر زوئ يې اداري استعداد درلود،  خو د دا مينځوي په کله کي هيڅ نه وه، تحصيل ته يې زړه نه غوښتی، شوق او ذوق يې ټوله د سپورټ سره وو: دغه يعني پرويز. هغه وو چي  دروازه خلاصه شوه او زوئ يې ولسمشر سالون ته په ورين تندي ورننوتی، يو پراخ جاکټ او چا� �خانه کميس يې اغوستی وه، ورغئ  د مور و اړخ ته کښېنستئ.  و م ور ته وايي: "" هو، ستا به تل په ما ګروم وو، چي هيڅ شئ به را نه جوړ نه شي.""  دوي هم ښه سره ورغلي دي. زرينه مور يې وروسته وايي چي زما د يونيفورم "" برم "" د پخوا څخه لا خوښيدئ . نو مي بِالاخِره دا مينځوئ و پوځ ته ولوېدی  او ورته ومي ويل چي ځان به تر سره رسوې. اوس چي دی ولسمشر سو نو ورته وايم چي اوس به نو دغه ټوله هيواد "" د دنيا د هيوادونو په سر کي دروې""  دا وايي زه پوره باورلرم چي زما مطيع زوی به مي دغه غوښتنه هم تر سره کړي، تر اوسه خو مي هر ارمان تر سره � �وی دئ  . د کاپي کولواو بيا خپرولو څخه يې ډډه وکړﺉ ! ( بېنوا خپ� �نيزه څانګه ) ",دجنرال مشرف خواږه خوبونه، ترخه واقعيتونه 3001,هلمند هاشمې - جرمني," لاړې سوداګانې شوې پردو سره خرڅ شول ضميرونه دپيسو سره   اوس به اعتبار څنګه په چا وکړى ځې مينه ديو مټوى خوږو سره   هسې بس اوس نور  وفا پاتې دى لاړې سوداګانې شوى پرادو سره   خپل غر ض مطلب چې په کې نه وي نه ځي څوک په لاره دهغوې سره   بيايې په چمن بهار راغلې دى لاړلو   ""  هلمند  "" دتلوسوسره هلمند هاشم ي ",غزل 3002,خالدهادي حیدري," د کابل د ۲۸ د مئ خونړیو پېښو ته  کابله پام کوه پاڅون ونه کړې  ستا د دې ورانو کوڅو روئ در وړمه  ته لا په خپلو پښو درید� �اې نه سې  ستا د یتیمو بچو روئ در وړمه  ستا په رګو کي وینه وچه ښکاري  پام پرونۍ جګړې دي هیري نه کړې  ستا په غوږو کي ازانګې ژوندۍ دي  ها د ناهیدي کریږي هیري نه کړې  ستا لا زاړه زخمونه نه دي ټکور  نوي زخمو ته سینه مه ورکوه  غلیم پوهیږي چي زخمي زخمي ئې  دا ستر ارمان دي بې څه مه ورکوه  ستا پر اوږو لا ستر ښامار بیده دی کابله ځان دي په خوله مه ورکوه  پریږده چي ستړي سي پردي ګامونه  دا ستا کنډو کنډو کوڅې وګوري  دا بشر دوسته ټېکه داره نړۍ  ستا ډله یزی جنازې وګوري  څه د کومک څه د مطلب په پلمه  ستا بدي ورځي ترخې شپې وګوري  خو  تر هغو کښینه چي خوځښت ونه کړې  بې وخته وار دي تباهي زېږوي  پښتنه پیغله ذوکلیدلې ډیره  خپل انتقام ته ابدالي زېږوي  چي هر ښکیلاک ته سبقونه ورکړي  داسي اکبر او مسجدي زېږوي   کابله تم سه چي تلوار ونه کړې  ستا صدقه سمه چي وار ونه کړې  خالدهادي حیدري الباني = نیویا� �ک د مئ ۲۹ مه د ۲۰۰۶ د محترم ورور خالد هادې حيدري د ښکلي شعر په ملاتړ   کابله پام کوه پاڅون ونکړې  د پښتنې پيغلې سپير ه وربل لا  ستا د ګلونو انتظار کوي  په دغه هيله چې به تاله درځي  د پرديسۍ شپې په انګار کوي  کابله پام چې وار خطا نکړې  نړۍ به ستا په حال خبره کړو  د دښمن خوب به نور پوره نشي  ستا ارمانونه به تر سره کړو  خو ته اوس دومره حوصله وکړه چې دې تنکي ځوانان په پښو ودريږي يو څو ناپوهه پښتانه ويده دي  چې لږ راويښ شي په پښتو ودريږي بيا د اسلام بيرغ به لاس کې واخلي ددې دجال مقابله به وکړي  ټول په يوه نيت او اواز به شي  يوه غښتلې فيصله به وکړي  خو نن لا وخت نه دې غوسه چې نشې درنه لوګی شمه جنون ونکړې  پخپل سوري سوري ټټر دې قسم  کابله پام کوه پاڅون ونکړې  زويا هيله بارګامی حېدري کړيکي ته! حاجي امین باوري  کابله پام کوه پاڅون ونه کړې دتېرپه شاني بل ازمون ونه کړې لا ماښامونه ستړي لادسهارشفق په وينولامبي لاداهاړ غرمو دي زمادهيلو امېدونو پرچينه باندي کيږدۍ وهلې کابله پام کوه خطا ونه وزې  اوس لا منصور زانګوکي اوس لا قېص نه دۍ پېدا خودلېلادګ� �ېوان چکلې چکلې تارونه د اهريمن په لاسو ستا د مجنون لپاره د دار حلقې جوړيږي پام چي پاڅون ونه کړې لاره اوږده ، لار له اغزونه ډکه دکږلېچوو نه ډکه ستړي اندونه  ستړي ګامونه او له خطرو نه ډکه پام چي پاڅون ونه کړې په وينو لژند هر شفق دسهار خونړۍ سترګه هر غروب د ماښام هره کوڅه مو د ناسور زخمونه هره بېديا مو د دردونو کړېکه هره دره کي دباروتو لوګي  هر يو يو تن مو د تڼاکي چړيکه کابله پام کوه پاڅون ونه کړې پام چي پر تيرو بيا ازمون ونه کړې خپل دمجنون جنون لا مه وېښوه  � �ا فر هادی چيغو ته رنګ ور نه کړې د انالحق مفتون لا مه ښوروه دار او چړو ته يې لا خوند ور نکړې پام چي پر تيرو پلونو پل کښېنږدې  پر اجيرانو نوم اتل کښېنږدې ستا صدقه شمه لږتم شه څه نور د باوري د زړګي دم شه څ ه نور تورني-بلجيم ٢٠٠٦-٦-٢ ", کابله پام کوه پاڅون ونه کړې ! (شعرونه) 3003,خالدهادي حیدري," د کابل د ۲۸ د مئ خونړیو پېښو ته  کابله پام کوه پاڅون ونه کړې  ستا د دې ورانو کوڅو روئ در وړمه  ته لا په خپلو پښو دریدلاې نه سې  ستا د یتیمو بچو روئ در وړمه  ستا په رګو کي وینه وچه ښکاري  پام پرونۍ جګړې دي هی� �ي نه کړې  ستا په غوږو کي ازانګې ژوندۍ دي  ها د ناهیدي کریږي هیري نه کړې  ستا لا زاړه زخمونه نه دي ټکور  نوي زخمو ته سینه مه ورکوه  غلیم پوهیږي چي زخمي زخمي ئې  دا ستر ارمان دي بې څه مه و� �کوه  ستا پر اوږو لا ستر ښامار بیده دی کابله ځان دي په خوله مه ورکوه  پریږده چي ستړي سي پردي ګامونه  دا ستا کنډو کنډو کوڅې وګوري  دا بشر دوسته ټېکه داره نړۍ  ستا ډله یزی جنازې وګوري  څه د کومک څه د مطلب په پلمه  ستا بدي ورځي ترخې شپې وګوري  خو  تر هغو کښینه چي خوځښت ونه کړې  بې وخته وار دي تباهي زېږوي  پښتنه پیغله ذوکلیدلې ډیره  خپل انتقام ته ابدالي زېږوي  چي هر ښکیلاک ته سبقونه ورکړي  داسي اکبر او مسجدي زېږوي   کابله تم سه چي تلوار ونه کړې  ستا صدقه سمه چي وار ونه کړې  خالدهادي حیدري الباني = نیویارک د مئ ۲۹ مه د ۲۰� �۶ ",کابله پام کوه پاڅون ونه کړې 3004,انجنير احمد حسين عنايت," دبرتانيه ميشتو افغانانو � �خوا   د راپور تريبوونکې : انجنير احمد حسين عنايت    دغونډې يو ګډونوال کندهار اوهلمند کې دملکي خلکو دوژل کيدو  او ښوونځیو ته د اور اچولو غندنه وشوه په برتانيه کې ميشت يو شمير افغانانو دمی دم ياشتې په اته ويشتمه نيټه په يوه غونډه کې دافغانستان په جګړې کي ښکيل ائتلافي ځواکونو ، او طا لبانو څخه وغوښتل  چې د جنګي قوانينو په مراعات کولو سره دې دبي ګناه خلکو دتلفاتو مخنيوې باوري کړي ، غونډه کې په کندهار او هلم ند کې دملکي وګړو دوژل کيدو اوښوونځيو ته داور اچولو غندنه وشوه ، داپريکړه هم وشوه چې يو پلاوې به افغانستان ته استوي . د افغانستان د وضعی د څيړلو په موخه او دا چی افغانان ددی وضعي په اړه څه کردار اداء کولی شي ، دا غونډه دلته د لندن په يوه مقامی افغاني هوټل کې وشوه. په دی غونډه کی برتانيه ميشتو د افغانستان د ټولو توکم ونو ، مختلفو ګوندونو پوری تړلو اشخاصو، قومی مشرانو او مخورو ګډون کړی ؤ. غونډه د مازيګر په پنځو بجو پيل � �وه. د غونډی په پيل کی د انجنير محمد عارف لخوا د قرآن عظيم الشان څو آيتونه تلاوت شول  ورپسی د غونډی برخه والو وپتيله چی د ښه ترتيب او تنظيم په خاطر دي ددي غونډی لپاره يو مشر وټاکل شي چی د ټولو ګډونوالو د غوڅ اکثريت لخوا ښاغلی سيد جان کارواني ددی مجلس رئيس وټاکل شو. ښاغلي کارواني په دی اړه د غونډي د ګډونوالو څ خه مننه وکړه او ټولو ته ئي ښه راغلاست وويل چی په دی ترتيب د غونډی د ګډونوالو د آزاد بحث لپاره لار آواره � �وه. د غونډی ګډونوالو هر يو په خپل وار د افغانستان د حالاتو او وضعی په اړه خپل نظريات وړاندی کړل . د غون� �ی ټول ګډونوال په دی اړه د يو نظر خاوندان ؤ چی دا غونډه دي د نورو غونډو لپاره پيلامه وي او په پرله پسی توګه به په منظمه توګه داسې غونډو ته ادامه ورکوی او دائي ومنله چی دغه غونډه د هر راز تبعيض څخه آزاده او يوه بين الافغانی غونډه ده او په راتلونکی کی به هم ګډونوال د همدغی روحيي او همدغسی پراخ نظر په لرلو سره ګډون کوی  په دی غونډه کی په کندهار او هلمند کی وروستی حالات وڅيړل شول او ټولو په ګډه په دی حالاتو د تشويش او انديښنوڅرګندونه وکړه . ټولو ګډونوالوپه کندهار او هلمند کې د ائتلافي ځواکونو په واسطه دکلو اوبانډو دبمبار غندنه وکړه چې په نتيجه کې ئي په سلګونو بېګناه ولسي خلک شهيدان شول . د افغانستان په حکومت او په تيره بيا په کرزی صاحب دا نيوکه موجود وه چی هغوی د ارزګان د بمبارد نه وروسته د خلکو او ولس سره ژمنه کړی وه چی دا حالت به بيا نه تکراريږی او لدی وروسته به ائتلافي ځواکونه په سر کی امريکا په دغه شکل بمباری نه کوی چی عام ولس پکی ووژل شی خو د هغی ژمنو سره سره دغه غميزه رامنځته شوه ، دوی د افغانستان له دولت او هم دایتلافي ځواکونو په رأس کی له امريکا څخه دا غوښتنه درلوده چی دوی بايد د افغانستان د عوامو او ملکی خلکو سره دډير احتياط نه کار واخ� �ی چی په بی ګناه خلکو بمباری ونه شی او نه ووژل شی او نور د خپلو کورونو پريښودو ته مجبور نشی. په جنګ کی د نړيوالو قوانينو په بنياد د ملکی خلکو مصئونيت بايد باوری شی ، ددوی د ا توجيه چی د کورونو په منځ کی زمونږ دښمن پناه اخيستی په هيڅ ډول د منلو وړنه ده دوی ته په هيڅ صورت دا اجازه نه ورکول کيږی چی عوام او بی ګناه خلک دی بمبارد شی او ودی وژل شی. ددی سره سره په دی غونډه کی د معلم وژنه ، د انجنير وژنه د ډاکټر وژنه يا د نورو کار کوونکو وژنه د مکتبونو سوځول او داسی نور د ويجاړۍ کارونه هم وغندل شول، او په ګډه ټولو هيله څرګنده کړه چی بايد دی کارونو ته د پای ټکی کيښوول شی او بايد دا کارونه نور په افغانستان کی ونه شی. ټولو ګډونوالو دا ومنله چی مونږ لدی وروسته ټول اختلافونه يو خواته پريږدو او د هيواد د ساتلو او بچ کولو لپاره بايد مټی � �اونغاړو.  نړيوالی ټولنی له افغانانو سره دا ژمنه کړی وه چی په افغانستان کی به ثبات او امنيت راولی . خو  ثبات او امنيت د جنګ له لاری منځته  راتلای نشی نو پکار دی چی ټولو اړخونو سره مسايل د خبرو له لاری مطرح شی ځکه جنګ د حل لار نه ده افغانان ډير زيات ځپل شوی او لدی زيات د ځپلو توان نلری .  د غونډی ګډونوالو دا پريکړه هم وکړه چی يو پلاوی به افغانستان ته استوی تر څو د مقاماتو سره له نژدی په ټولو مسا ئيلو خبری وکړی . د غون� �ی په پای کی يو  کميسون وټاکل شو چی يو پريکړه ليک به ترتيبوی او اړوندو مقاماتو نه به ئي رسوی همدارنګه دا کميسيون به د راتلونکی غونډی ترتيبات هم ونيسی غونډه د شپی په نهو بجو د ښاغلي سيد جان کاروانی لخوا په دعائيه سره پای ته ورسيده.                                   د هغو کسانو نومونه چی په دی غونډه کی ئي ګډون کړی ؤ په لاندی ډول دي .   ښاغلی سيد جان کاروانی ښاغلی عبدالمقصود رحيمی ډګروال  رم ضانعلي  صيام ميرمن ماری ْشيرزادْ  انجنير احمد حسين عنايت ډاکټر عبدالوهاب زهير ښاغلی شهسوار سنګروال ښاغلی محمد يونس بره کی ښاغلی محمد نذير بشارت ښاغلی عبدالجليل حاجی بصير خان خوګياڼی ښاغلی تازه خان ويال انجنير محمد عارف ښاغلی نوروهاب څپاند انجنير افضلی ښاغلی حميد نظام ښاغلی حبيب اله جانبدار حاجی امان اله زهير ښاغلی خير محمد سلطانی ډاکټر قدرت اله انجنير کامران ښاغلی اعزازاله فيضي ښاغلی پير محمد باوری ښاغلی غلام حضرت  ٌ اعظمیٌ ښاغلی عبدالوهاب دولتزی ښاغلی عبدالظاهر ځاځی انجنير عبدالخالق لعل زاد ښاغلی ګل الرحمن وفا ",کندهاراوهلمندکې دعاموخلکودوژل کيدوغندنه وشوه 3005,," افغان دولت تيره شپه کابل ښار کې ګرزبنديز لګولى وو. د کورنيو چار وزارت د وينا له مخې د شپې له لسو بجو څخه د سهار تر څلورو بجو په تګ راتګ او ناستو ګرز بنديز لګيدلۍ وو . کابل ښار نن سهار بيرته خپله عادى بڼه غوره کړې او د کابل ښار په ټولو څلور لارو کې د ملى اردو ځواکونه ځاى په ځاى شوي دي . دوکانونه او پلورنځى هم بيرته پرانيستل کيږى،يوازې د ښونځيو زده کوونکى د ښار په واټونو کې کم تر سترګو کيږى .ولسى وګړى بيا هم د تيرې ورځې د غميزې تر اغيزې لاندې دي .اوس داسې څرګنديږى چې د مظاه� �ه کونکو په ډلو کې ډير شمير داسې کسانو ګډون کړى وى، چې سپکې وسلې يې درلودې . همداډول يو شمير قهرجنو ډلو له ځان سره د احمد شاه مسعود عکسونه هم ليږدول او د کرزى په خلاف يې شعارونه ورکول .تيره شپه افغان ولسمشر حامد کرزى ،د کورنيو چار وزير ضرار احمد مقبل ، د ستر محکمې مشر مولوى شينواري ، جهادى مشر استاد صياف او دو لسى جرګې م� �ر يونس قانونى د پيامونو په خپرولو سره خلک ذغم ته راوبلل .کرزي ټينګار وکړ چې له ورانکارو، او لوټمارو ډلو سره به قانونى چلند وکړى . ده ويل د پېښې جدى تحقيق به وکړى . ده وويل افغانستان په هيڅ ډول بلواګر نه شي ذغملا� �.کرزى وويل دولت او ايتلافى ځواکونه به د قربانيانو پوښتنه وکړى . ",کابل ښار بيرته عادى بڼه غوره کړې . 3006,," ", 3007,," ", 3008,," څرګند واقعيت دى چې هيڅکله به کابل کې د اوښتى زيان دقيقه کچه په ګوته نه شي، مګر هغه ورانۍ ا ويجاړۍ چې ما په سترګو ليدلى اوتر ډيره بريده ددغه تات� �يخوالى ، اخ ډب او لوټماريو شاهدوم، اوښتۍ مالى تاوان تر سلګونو زرو ډالرو رسيږى . سرينا هوټل ، لنډ مارک تجارتى ودانۍ، اريانا خصوصى تلويزيون ، فيزا هوټل ، دمعارف اومخابراتو ودانۍ ، افغان بيسيم دفتر، د پوليسو او ترافيکو د څار پوستې ، د سروزرو دکانونه، نوى ښار کې يو شمير پلورنځى او په لسګونه دا ستوګنې کورونه ،دولتى او نادولتى ودانې او ګاډى د ورانکارو ډلو د ناوړو اهدافو تر بريد لاندې راغلل او لسګونه پلورنځى ، دوکانونه او عامه شتمنۍ لوټ او تالان شول .د مظاهرې بڼه ډير زر بدله شوه او يو شمير داسې کسان ورګډ شول ، چې پرته له ورانکارۍ او غلا يې بل هدف نه درلود .د مظاهره کونکو سياسى تګ لورى او موخه هم د ورځى په اوږدو کې ورو په ورو روښانه شوه، هغه دولتى ودانۍ چې داحمد شا مسعود عکس يې په دروازو او يا دودانيو په ديوالونو درلود له دا ډول بريدونو څخه يو څه خوندى پاتې شوې .ژوندى مثال يې د اطلاعاتو او ځوانانو وزارت دى کله چې يو ې ډلې مظاهره کونکو غوښتل ودانۍ ته داخل شى د مظاهره کونکو له منځه يو کس غږ وکړ چې مه ننوزى دلته د (امر صاحب) عکس شته .د کابل ښار په انصارى واټ کې د ملګرو ملتونو د مهمانخانې د ساتونکو غرفى ته هم داسې کسانو اور واچوو چې سياسي نارې او چيغې يې وهلې. کلوله پشته ، خيرخانه ، سرينا هوټل او نوى کارته کې مې داسې کسان په سترګو وليدل چې دوسلې په زور يې ګواښونه کول او تر ټولو بده خودا چې زه هم انصارې واټ کې د څو تنو وسله ولو مظاهره کونکو تر بريد لاندې راغم او کمره يې راته ټوتې کړه او يو څه يې ټپى کړم .زما ټپونه د الله په فضل او د ډاکترانو د زياتې لورينې او پام لرنې له مخې بيرته په رغيدو شول ، خو هغه ټپونه او زيانونه چې نورو هېوادالو ته پرته له ګناه ددغه تاوتريخوالى او زروزياتى له امله ورسيدل ، کلونه کلونه وخت نيسى چې بيرته په رغيدو شي . ځينې داسې ټپونه هم يو شمير هېوادوالو ته ورسيدل ، چې هيڅ کله به � �وغ نه شي ، هغه داچې زموږ يو شمير بېګناه هېوادوالو ددوشنبې د ورځې په سهارد ائيتلافى ځواکونو د ګاډو د ترافيکى پېښې په مهال د خيرخانې په څلور لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړ . . ما يوازې ډير کم د سترګو ليدلى حال د بينوا � �وستونکو او مينه والو ته وليک ، قضاوت په تاسو پور اړه لري .په عزت اوسئ . ",کابل کې اوښتۍ زيان سلوګونو زروډالر وته رسيږي 3009,," نژدې هر ورځ  د بېنوا ویب پاڼي ځیني � �وستونکي  او مینوال د جاوګر ږغونو د برخو په اړه لیکونه  رالیږي  ، ځیني د دې لړۍ پراختیا غواړي  ، ځیني بیا د خپلي خوشي دشاعر او لیکوال په ږغ کي شعرونه  غواړي ، ځيني بیا له تخنیکي ستونو سر ټکوي او ځیني خو ان خپل ثبت شوي ږغونه  په بریښنالیکونو کي رالیږي . داچه د بېنوا پاڼي په جادوګر ږغونو کي مو نوي شعرونه  د ښاغلي اکبر ایازي  ،حنان حبیب زي ، پیرمح مد کاروان  او د هیواد د وتلي سندرغاړي  حیات کاکړ په ږغونو کي زیات کړي دي  نو غواړو په همدې پ� �مه د ځینو اوریدونو د لیکنو اړوند یو څه ووایو . 1 : موږ د وس تر بریده هڅه کوو چي ستاسو لپاره د جادوګرږغونو برخه د بینوا دنو برخو په څیر په نوي ږغونو تازه کړو . 2 : موږ تل ستاسي د غوښتنو سره سم ستاسی د خوښۍ د لیکوا� �و څخه  غوښتنه کړې تر څو د هغو په ږغونو کي تاسي ته د هغوئ پنځوني وړاندي کړو . چي ډیرو زموږ دغه غوښتنه په و� �ین تندي منلې ده . 3 : موږد هغه وړونو په اړه چي د بېنوا پاڼي د ږغونو د برخي په اوریدو کي مشکل لري دومره ویل غواړو چي د ږغونو په اوریدو کي یواځنۍ ستونزه د نیټ  کراروالی پېښوي  د بېنوا د ږغونو د اوریدو لپاره لږ تر لږه  ۵۸ کې بي کنکشن او یا تر هغه تېز ته اړتیا شته4 : هغه کسان چي غواړي  خپل ثبت شوي ږغونه  موږ ته � �اولیږي  نو د مهربانۍ له مخي دي په ام پی ۳ فارمټ کي راولیږي  موږ ته په لسګونه داسي ږغیز شعرونه راغلي چي د تخنکي جوړښت  له مخي ئې ام پي ۳ ته اړول  یا خو مشکل وي او یا خپل کیفیت دلاسه ورکوي  . چي په همدې وجه م وږ ندي خپاره کړي په کلیواله مینه خالدهادي حیدري ",په بېنوا کښي نوي جادوګر ږغونه پر لیکه شول 3010,," کابل کې د پرونيو ناراميو ا وتاوت� �يخوالى د اصلى جرړو د څيړلو او په دې هکله دولسى جرګې د استازو ددريځ په اوړند نن ددغې جرګې ناسته د تړلو د� �وازو شاته جوړه شوه . خبرى رسنيو ته اجازه ورنه کړل شوه چې استازى يې په ناسته کې گډون وکړي .د ولسى جرګى يو غړى اودکابل پخوانى والى ملا تاج محمد مجاهد تيره شپه د طلوع ټلويزيون سره په مرکه کې وويل ، چې نوموړى دولسى جرګې غړي ، خيرخانه کې د ترافيکې پېښې له واقعى انځور څخه خبر کړل . ده وويل ، چې د پېښې په مهال ، دى په همغه سيمه کې وو. پرونۍ پېښه کې درنه مرګ او ژوبله او ډير مالى تاوان رامينځ ته شو .پوليسو ونشو کړاى هرڅه ته خپل کنترول لاندې راولي . نن دکابل ښار په څلور لارو کې د ملى اردو ځواکونه ځاى په ځاى شوي دي او ټينګ امنيتى تدابير نيول شوي دي . ",د ولسى جرګې ناسته د تړلو دروازو شاته جوړه شوه 3011,," د زابل ولايت د پوليسو مشر له بينوا سره ومنله چې تيره شپه يې ځواکونو د شاجوى ولسوالۍ کې ٣ تنه مخالف جنګيالى نيولى دي . ده زياته کړه چې نوموړو غوښتل په دغه و� �ايت کې ورانکاره عملونه ترسره کړي . له نوموړو څخه دده په وينا يو اندازه سپکه وسله هم لاس ته راغلې ده . ",زابل کې ٣ تنه مخالف جنګيالى نيول شوي 3012,," غزنى کې د اوبند ولسوالۍ تيره شپه مخالف جنګياليو نيولى او دو� �تى ځواکونو له دغه سيمې څخه تيښته کړې ده . غزنى کې يو لوړ پوړى دولتى چارواکى بينوا سره په سيمه کې د فوځى تصفيوى عملياتو پخلى کوي او وايى تر دم ګړۍ پورې ١٥ تنه مخالف جنګيالى مړه او ژوبل شوي دي .ده ونه منله چې دولتى ځواکونو ته مرګ او ژوبله رسيدلې . په سيمه کې عينى شاهدانو بينوا ته وويل چې په لويه شميره کې طالبان په دغه ولسوالى و� �غلل اوپرته له جګړې يې ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوسته . ",غزنى کې جګړه روانه ده . 3013,," خوست کې پرون ١٥ تنه وسله وال مخالفين د قوم اندان سخى تر مشرى لاندې د دولت د ملى پخلاينې له تګ لارې سره يو ځاى شول .خوست والى دوى ته هرکلى ويلى او وايى نوموړى کسان ددولت په مخالف قوماندان مولوى جلال الدين پورې تړاو درلود . ",خوست کې ١٥ تنه مخالفين دولت سره يو ځاى شوي 3014,"هلم ند هاشمي"," دروغو وايې هم غيبت کوي افسوس يو دبل نه شکايت کوي افسوس   حرام رزق کړي په خټه ور دننه بيا پرې ګوره عبادت کوي  افسوس   ښځينه چې چيري وينې ورته ګوري لادعوه دصداقت کوي افسوس   هميشه دبل دبدوپسې ګرځي زړه کې تمه دجنت کوي افسوس   به ظاهره چې يې وس په چا برنه شي دښمنې پټه دنيت کوي افسوس   يوپيسه يې دالله په نوم ورنه کړه په خوله بحث دسخاوت کوي افسوس   ",افسوس 3015,عبدالله احسان - هالنډ," ويل کيږي چي دنظار شورا لاسونه اوس د بهرنيو چارو وزارت او په بهرنيو هیوادونو کي د افغانستان له سياسي نماينده ګيو څخه لنډ سوي دي . مګر که څوک کومي کونسلګرۍ ته دننه ورشي نه يوازي دا چي اوس هم ډېر څه د نظار شورا د قهرمان تر عکس لاندي ترسره کيږي عبدالله احسان - هالنډ(  ۳۰ - می - ۲۰۰۶ زېږديز) د ١� �٨٥ لمريز کال د غبرګولي ٩مه   په هالنډ کي د افغانستان د جنرال کونسلګري اوس هم  پښتو پاڼي او فورمې نه لري . (( ويل کيږي چي دنظار شورا لاسونه اوس د بهرنيو چارو وزارت او په بهرنيو هیوادونو کي د افغانستان له سياسي نم اينده ګيو څخه لنډ سوي دي . مګر که څوک کومي کونسلګرۍ ته دننه ورشي نه يوازي دا چي اوس هم ډېر څه د نظار شورا د قهرمان تر عکس لاندي ترسره کيږي بلکي په ښکاره د اساسي قانون څخه سرغړونه کيږي )) پورتنی او لاندنی عکس په هالنډ کي د افغانستان د اس� �امي جمهوريت د جنرال کونسلګرۍ څخه لمړﺉ په ۲۰۰۳ او دوهم د۲۰۰۶ د می پر يو دېرشمه اخستل شوي دي .   پردې تخته د افغانستان جنرال کونسلګرۍ اړوندما� �ومات يوازي په پاړسي ژبه وړاندي شوي دي  ايا د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت او اړوند څانګي  داساسي قانون شپاړسمه ماده په رسميت نه پېژني که څنګه!؟؟   د بُن د کنفرانس څخه وروسته ددولت مهمي چوکۍ د شمال اتحاد او نظار � �ورا کسانو ته يا ورکړل شوې او يايې په زور ونېولې . د شمال اتحاد او نظار شورا جنګسالارانو ته هغه وخت د مېلو او چړچو وخت راورسېد کله چي ددوی مشرانو چي يو يې ډاکټرعبدالله عبدالله و ، دافغانستان ددولت مهم وزارتونه په لاس ورغلل . به بهرنيو هيوادونو کي خو مخکي له مخکي لا نژدې  ټولي دافغانستان سياسۍ نماينده ګۍ ( سفارتونه او کونسلګرۍ ) د جميعت اسلامي په لاس کي وې ، او يوازي جميعت اسلامي ګوند ته وفادار کسان هلته په دندو بوخت وو . کله چي د بُن د کنفرانس څخه وروسته د حامدکرزي ددولت په پيل کي د نظار شورا مهم لوړ پوړي چارواکي  ډاکټر  عبدالله عبدالله د بهرنيو چارو د وزير په توګه دنده ترلاسه کړه ، نو يو ځل بيا په بهرنيوهيوادونو کي د افغانستان په ډېرو  سياسي نماينده ګيو کي هغو کسانو ته دندي وسپارل سوې کوم و چي د نظارشورا سره نژدې يا مخامخ اړيکي لرلې ، ډېرو خو لا دا تور لګاوه چي د بهرنيو چارو له وزارت څخه ونيسې بيا تر يوې کوچنۍ نماينده ګۍ پوري ټول چارواکي او مامورين د افغانستان په يوه پخوانۍ ولسوالي پنجشېر پوري اړه � �ري .  زما په فکر دا تور پر ځای و ، ځکه يو له دغسي کسانو څخه په هالنډ کي د افغانستان دجنرال کونسلګرۍ کونسل نوراحمد سلطاني و ، سلطاني چي په وروستيو کلونو کي يې په انګلستان کي ژوند او کار کاوه ، دافغانستان د بدخشان ولايت سره تړاو درلود او د احمدشا مسعود له نژدې او اعتمادي  انډيوالانو څخه و . په هالنډ کي د افغانستان د کونسلګرۍ په پرانستلو سره هالنډ ميشتي افغانان خوښ وو، ځکه تر دې مخکي هالنډ ميشتي افغانان مجبوره وه چي  دپاسپورټ ، تذکيرې ، او نورو افغاني اسنادو ترلاسه کولو له پاره په لندن کي چيري چي داوږدې مودې له پاره داحمدشا مسعود ورور احمد ولي مسعود د سفير په توګه دنده لري خپل غوښتن� �يکونه او نقدي پيسې په پوست کي ولېږي چي ډېر وخت به په لندن کي د سفارت مامورينو په ټيلفون کي ويله چي خالي پاکټ ورته رسېدلی خو پيسې بايد له سره ورولېږي . ډېر ځله دهالنډميشتو افغانانو پيسې په لندن کي افغان سفارت ته پر � �اره ورکي سوي د ي، دا چي دا پيسې کومو جېبونو ته تللې ؟ ( واللهُ عالم ) او يا هم هالنډ ميشتي افغانان مجبوره وه چي د خپلوپه سفارت کي د رسمي کارونو ترسره کولو لپاره  د جرمني د بُن په ښار کي د افغانستان سفارت ته ولاړ سي . ويل کېږي چي  د حامدکرزي تر � �اتلو پوري په بُن کي دبرهان الدين رباني دکورنۍ يوه نژدې دوست ( د خاله زوی ؟ ) سفير په توګه دنده ترسره کوله . کله چي  ډاکټر عبدالله عبدالله د وزارت په لمړيووختونو  کي په هالنډ کي دافغانستان کونسلګري پرانستله ، هالنډ ميشتي افغانان خوښ وه چي ګواکي اوس به يې اړتيا وي په اساني سره پوره کيږي . خو دا خوښي هغه وخت په ناخوښي واوښتله کله چي ښاغلي نوراحمد سلطاني په هالنډ کي د افغانستان کونسلګري يوازي د پنجشېريانو او هغوی ته د وفاداره کسانو په خدمت کي ورکړه . څوک که ددوﺉ څخه نه واﺉ ، هغه که پاړسي هم ويلای نو يو ډول ستونزه به ورته مخته کېدله ، او برعکس د يو شمېر نورو کسانو اړتياوي يوازي د يوه ټي� �فون په کولو ترسره کېدې . په سفارت کي د نظار شورا له پاره د قهرمان مشر  عکس ځړېدﺉ . او هر څه ددوی د ملي قهرمان ؟  تر عکس لاندي ددې قهرمان په په پلوي او نورو په سپکاوي ترسره کېدل . ددې خبرو د ثبوت د پاره يوه خاطره ليکم . ښاغلي سلطاني د ۲۰۰۳ زېږديز کال د اګست پر څلورويشتمه نېټه  کي په امستردام  کي د افغانستان د خپلواکۍ دورځي د نمانځلو په مناسبت ؟ يوه غونډه جوړه کړه ، دې غونډي ته د نورو تر څنګ په هالنډ کي دافغاني کلتوري ټولني مشر ليکوال او شاعر ښاغلي ډاکټر طارق رشاد ، او ځيني نور غړي لکه ښاغلی افضل ټکور ، ښاغلی نظيف تکل او زما په ګډون يوشمېر نورکسان  رابلل سوي وه . په غونډه کي هغه وخت ګډوډﺉ پېښ سو کله چي ښاغلي سلطاني د عبدالغياث نوبهار په نوم يوه کس ته د خبرو نوبت و� �کړ ، او هغه يې پرېښاوه ترڅو دافغانستان ملي وياړونو ، ملي څېرو او تاريخي افتخاراتو ته په څرګنده سپکاوﺉ وکړي او سپکي سپوري ووايي . د نوموړي خبري لا پای ته نه وې رسېدلي چي د ډاکټر طارق رشاد سره يو ځای يو شمېر افغانانو د خپلواکۍ په ورځ دخپلواکۍد سپکاوي ددې غونډي سره پريکون اعلان کړ او د غونډي په جريان کي له تالاره ووتل . ( پوره راپور : ښکلا مجله پرله پسې ۶ مه ګڼه) په هالنډ کي دافغان کونسلګرۍ پخواني کارکوونکي : له راستې خوا امان الله ساپی او نوراحمدسلطاني   څه موده مخکي � �اکټر عبدالله عبدالله د يوه بهرني سفر پر وخت له دندي ګوښه کړل سو، او پر ځای يې ښاغلی رنګين دادفر سپنتا د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير په توګه ونومول سو . دغه ډول د� �ته په هالنډ کي دافغانانو تر منځ دا خبره خپره سوه چي  د نظار شورا غړی او په هالنډ کي پخوانی افغان کونسل نوراحمد سلطاني  له دندي ګوښه او پر ځای يې د عبدالسمېع ولي زاده په نوم نوی کونسل رالېږل شوی دی . دې خبر ته ډېرﺉ هغه کسان کوم چي له پخواني کونسل سلطاني څخه يې سر ټکاوه خوښ سوه . دافغانستان د بهرنيو چارو نوي وزير د م طبوعاتو سره په خبرو کي دا ومنله چي په تېرو څو کلونو کي دافغانستان نژدې ټولي سياسي نماينده ګۍ په جميعت اس� �امي او د نظار شورا پوري دتړلو کسانو په لاس کي دي ، او په زيات شمېر بهر ميشتي افغانان د سفارتونو او کونسلګريو د کارکوونکو څخه ناخوښه دي . دبهرنيو چارو وزير څو اوونۍ مخکي د افغانستان ولسي جرګې او همدا ډول افغان ولس ته په خبرو کي د بهرنيو چاورو وزارت په دننه او بهرنيو هيوادونو کي د بېړني او عاجلو اصلاحاتو ژمني وکړې . نن د ۲۰۰۶ کال د می پر دېرشمه نېټه  د پاسپورټ د تمديد کولو له پاره په امستردام کي  دافغانستان  جنرال کونسلګرۍ ته ولاړم ،د کونسلګرۍ ځوان مامور محمد بلوچ ته مي ترسلام وروسته  غوښتنه وړاندي کړه ، يوه پاڼه ( د پاسپورټ فارم ) يې راکړ چي يو اړخ يې په پاړسي اوبل انګريزي ژبه ليکلې سوې وه ، هيله مي وکړه چي که ماته په پښتو ليکل سوی فارم راکړﺉ ، تر څنګ يې يو زوړ سړی چي مصطفی شېرزﺉ نومېدی  او د يوې مېرمني د نکاح خط په لوستلو بوخت و دعينکو تر کونجو راته وکتل او ويې ويل ، بګير ، پارسي و پشتو چه فرق دارد . ماورته وويل  وبخښی ما پوښتنه وکړه چي که پښتو فارمونه لرﺉ نو پښتو راکړﺉ ، � �ېرزي وويل : چرا پارسي زبان رسمي افغانستان نيست  اينجا هم ګفي پارسي و پشتو مېزني؟ ، ومي ويل  هو ده ، ولي رسمي ژبه نه ده ، تاسو احساساتي کېږﺉ مه ، تاسو د دولت د يوه � �سمي مامورپه توګه دلته کار کوﺉ  ، زه د يوه افغان په توګه حق لرم له تاسو څخه  پوښتنه وکړم . زما پوښتنه کوم جرم  او ګنا نه ده ، زه وايم چي دولت په اساسي قانون کي ماته حق راکړﺉ دﺉ چي په خپله ژبه غوښتنليک ( فارم ) وغواړم . سمه ده چي پارسي د افغانستان رسمي ژبه ده مګر پښتو د افغانستان لمړۍ ملي او رسمي ژبه ده ، او تاسو دا درې کاله کيږي په دې ژبه هيڅ يوه پاڼه نه لرﺉ ، اوس  به زه همدا پاړسي پاڼه ډکه کړم . خو واوره ؛ دا د افغانستان رسمي سياسي نماينده ګي ده او په دې هيواد ( هالنډ )  کي د افغانستان ددولت استازيتوب کوي او تاسو بايد دلته د افغانستان په دواړو ملي او رسمي ژبو پښتو او پارسي هم خبري وکړاﺉ سی او هم په دغه دواړو ژبو غوښتنليکونه ، او نوري داړتيا وړ  او مالوماتي پاڼي ولرﺉ . شېرزي راته دا ځل په پښتو   وويل ؛ دغه پاڼي موږ ته د وزارت خارجه څخه راځي او مو ږ يې دلته کاپي کوو .موږ ته همدغه پارسي پاڼي راغلي دي او کاروو يې . پښتو پاڼي موږ ته نه دي راغلي .  دا هغه پوښتنه وه کوم چي دوه کاله مخکي دهمدې کونسلګرۍ يوه مامور امان الله ساپي ، او کونسل نور احمدس� �طاني دواړو بل ډول جواب کړې وه هغوﺉ راته ويل  : موږ دلته د پښتو ليکلو اسانتيا نه لرو ، کله چي مي هغه وخت ورته وويل چي زه تيار يم چي ستاسو سره په دې اړه وړيا مرسته او همکاري وکړم ، هم پښتو په کمپيوټر کي د� �ته انسټال کړم او هم يې درته وليکم ، سلطاني ويل  چي اوس وخت نسته ، اوس نه کيږ ي . بيا به يې ګورو . . . . .  د نوراحمد سلطاني له دورې څخه پاته دغه مامور  ( مصطفی � �ېرزي ) هماغه وخت ويل چي اسانتيا نسته ، او اوس يې ويل چي موږ يې دلته نه شو جوړولای دا پاڼي له کابله راځي او م وږ يې کاپي کوو. مصطفی صديقي ( د جګي وني څښتن ځوان ) چي ويل يې دوې مياشتي مخکي له کابله راغلی دی ، په خبرو کي راګډ سو ،  او ويې ويل : برادر در همه اسنادِ وزارت خا� �جه زبان پارسي کار مېشود ،  در وزارت خارجه هيچ کدام اسناد پشتو نيست . . .   دې ځوان رښتيا ويله ، ما چي په دې وروستيو کلونو کي د بهرنيو چارو د وزارت هر څه اسناد ليدلي تر اوسه مي کومه پښتو پاڼه نه ده ترسترګو شوې . او کله چي مي پوښتنه کړې ده نو يو وخت هم چا راته قانع کوونکی جواب نه دﺉ ويلی . کله وای اسانتيا يې نه لرو ، که مي ورته ويلي چي دا ستونزه به زه درته حل کړم ، وای نه ، وبخښی پارسي پاڼي  له کابله راځي موږ يې پر خپل سر نه سو جوړولای . . . .  له دغو درو واړو مامورينو ( مصطفی شېزی ، محمد بلوچ  او مصطفی صديقي ) څخه مي وغوښتل چي که کولای سي  چي نوي جنرال  کونسل ( ولي زاده صاحب)  ته چي ما لاتر اوسه نه دﺉ ليدلی ووايي چي د بېنوا ويبپاڼي له پاره دوې دقيقې وخت راکړي چي څو پوښتني ترې وکړم ، کله چي دننه لاړ او بيا راووتی نو وويې ويل ( کونسل صاحب اوس ددې خبرو له پاره وخت نه ل� �ي ) . ومي ويل په کومو وختونو کي کولای سم راسم او د يوه راپور تاژ د جوړولو دپاره څو پوښتني ترې وکړم . محمد بلوچ وويل ( هره ورځ له نهو تر دوو بجو )   ماويل نن هم دادی زه د نهو او دوو بجو تر منځ د خبرو دوې دقيقې وخت غواړم . محمد بلوچ :   ويل يې نه  ، هغه وايي چي نن نه کيږي . زه د پاسپورټ د پاره دبانک څخه د پيسو راايستلو په نيت له کونسلګرۍ راووتم ، او کله چي شل دقيقې وروسته بيرته راغلم نو  محمد بلوچ  هغه پاڼه راوړاندي کړه کومه چي ما  يې د پاړسي پوښتنو پر ځای انګريزي پوښتنو ته ځوابونه ليکلي وه ، او ويې ويل چي بايد پاړسي اړخ يې هم په پاړسي وليکم . ومي ويل چي ددې پاڼي دواړه اړخه يو ډول پوښتني دي او مايې انګريزي ليکلي دي ، ويل يې نه ، که يې دغه پارسي اړخ ونه ليکې نو سکرتره به يې له دننه څخه بيرته مسترد کړي  . نو  مجبور وم چي هغه هم وليکم . . له دوﺉ څخه مي هيله وکړه چي د کونسلګرۍ ددفتر له مخکنۍ خوا د عکس اخستلو اجازه راکړي ، ويې نه منله ، ويل داکار د ولي زاده صاح ب سره تر خبرو وروسته که هغه اجازه وکړي بيا کېدای سي اوس يې مه اخله ، په پرله پسې غوښتنو يې يوازي د هغې تختې څ خه د عکس اخستلو اجازه راکړه چيري چي  نظارشورا او جميعت ګوند د ملي اتل عکس او د کونسلګرۍ دکار په اړه په پاړسي مالومات پر پاڼو ليکل شوي وه   . دوې مياشتي مخکي له کابل څخه نوي راغلي مامور مصطفی صديقي د مخه ښې پر وخت راته وويل چي که خپل نوم پرېږدم دﺉ به يې کونسل صاحب ته وښيي ، که هغوی غوښتل اړيکي به ونيسي . د ښکلا مجلې د ګډون يوه پاڼه مي ورکړه چيري چي د بېنوا فرهنګي ټولنی نوم ، زما پته او نمره ليکلې وه . مصطفی صديقي زما د تګ پر وخت داسي راته وويل  : موږ له کابل څخه دلته د اصلاحاتو د پاره رالېږل سوي يو ، او هلته مو ژمنه کړې ده چي اصلاحات به راولو ، موږ  د کارونو په سمولو بوخت يو ، دلته له پخواني کسانو دومره ډېري ستونزي راپاته وې چي موږ يې په دې لنډه موده ( دوې مياشتي ) کي په اصلاح او سمېدلو نه يو توانېدلي . موږ دلته دافغانانو داړتيا وو په پام کي لرولو سره اسانتياوي رامنځته کوو ، او په نژدې راتلونکي کي يوه بله ( تر دې غټه ) ودانۍ د کونسلګرۍ لپاره په کريه نيسو. تر څ و دمراجعينو له پاره اسانتياوي رامنځته شي . ددې سره سم زه له کونسلګرۍ څخه راووتم او هغه هيله مي چي له ښاغلي کونسل څخه به د مرکې په ډول څو پوښتني کوم اودکونسلګرۍ عکسونه به اخلم پوره نه سوه .   ",امستردام هالنډ “کونسل صاحب دې خبرو ته وخت نه لري” 3016,عتيق الله ، خوست," دغه کوڅې د( خېر خانې) دي بې ننګي نه م ني     کابله بيا دې د ارمـــــــــــان په شـــــان اواز راځــــي ډک له غو� �ځنګه د تـــــوپان په شــــان اواز راځي غپــــــا د سپيو دتنــــکيو مــــــاشومــــانو چيـــغ� �ې له تکې تورې کوټې شـــان په شـــــان اواز راځــــي راځی په لپو کې اوبـــه وروړو چـــې وو‌‌ژنــ� �ـــو اور له سرو لمبو نه د انســــان په شــــــان اواز راځـــــي لا په زخمــــي ټټر پټۍ د کــــ� �ـــــابل پـورې نــــه دي بيا د ګولــــيو د بـــــاران په شــــــان اواز راځــــــــي دغه کوڅې د ( خېر خانې ) دي بې ننګي نه منـــي له هره کوره دافغان په شــــــــــان اواز راځـــــــــــــ� �ي ",د خېرخانې کوڅې 3017,," دجوزجان والى جمعه خان همدر بينوا سره ومنله چې نن د يوې نادولتى مرستندويه ټولنې ( اکشن ايډ) ٤ تنه افغان کارکونکى چې ٣ يې ميرمنې وي د منګه جيت ولسوالۍ کې د ناپيږانده وسله والو کسانو له خوا وژل شوي دي .ده وويل د پېښې په اړوند څوک نه دى نيول شوي مګر په سيمه کې پلټنې پيل شوي دي . نوموړې ډله د اقچې څخه د منګه جيت په لور روان وو ، چې په ګاډى يې دو سله والو موټر سايکل سپرو له خوا بريد ترسره شوي دي . بريد د شبرغان ښار شمال ختيځ ٥٠ کيلومترى کې شوي دي .جوزجان والى دا کار د افغانستان د دښم نانو بللى دى . ",جوزجان کې ٤ تنه کارکونکى وژل شوي دي 3018,," بدخشان کې امنيتى چارواکو منلې چې ددغه ولايت د (درايم) ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله د يوې نادولتى موسسې( پدکو) ٢تنه افغان کارکونکى مړه او ٢ تنه بهرنى کارکونکى چې امريکايان دي ټپيان شوي دي . چاودنه د فيض اباد لويديځ ٤٠ کيلومترى کې دلارې په سرد يو پله د لاندې رامينځ ته شوې ده. ",د ماين چاودنې بدخشان کې ٤ تنه مړه او ټپيان کړل 3019,," د کورنيو چارو وزارت د جنايى جرمنو په وړاندې د مبارزې لوى رئيس يوې خبرې ناستې ته وويل چې ١٦٠ تنه يې د هغو ورانکاريو، لوټ او غلاوو په تور نيولى دى ، چې ددوشنبې په ورځ کابل ښار کې د قهرجنو مظاهره کونکود تاوتريخوالى په ترځ کې رامينځ ته شول . ده وويل له دغو کسانو نه تحقيقات روان دى او له تورنو کسانو سره قانونى چلند کيږي .له بل لورى د کابل د پوليسو مشر جنرال جنبش بيا د ١٤٠ تنو د نيونو خبره وکړه او زياته يې کړه چې ١٥ تنه داسې کسان دي ،چې وسلې او مخابرې يې درلودې . د کو� �نيو چارو وزرات چارواکو دا څرګندونې په داسې مهال کې خبريالانو ته وکړى چې افغان ولسمشر حامد کرزي د پېښې په اړوند دټينګو تحقيقاتود پيل لارښونه کړى ده .کابل کې ددوشنبې پېښې د هېواد دننه او بهر سياسى کړيو کې يو شمير انديښنې راپيداکړي دي او د سياسى چارو يو شمير کارپوهان دغو مظاهرو ته دشک په سترګه ګورى اوله يوې سياسى مخکې پلان شوې لوبې څخه يې لري نه بولى . گن شمير هېواد وال د پوليسو دريځ انديښمن کړى اود کورونيو چارو وزارت ودانۍ په څو مترىد پاسپورت کوڅه کې د يوې موسسې دوو تنوغړو چې هرڅه يې د اور لمبو کې سوى دي ، بينوا ته وويل ، چې څو ځلې يې وزرات ته احوال ورکړ او پوليسو په سترګو ددغه ناوړې پېښې ننداره کوله ، مګر هيڅ ډول مرسته يې ونکړه . دوى نيغ په نيغه د کورنيو چارو په وزير تور ولګوو ، چې پېښه کې يې لاس درلود. ",کابل کې١٦٠ تنه د ورانکاريو په تور نيول شوي . 3020,," د ائيتلافى ځواکونو د ترافيکى پېښې او له هغه نه وروسته دکابل ښار په مختلفو سيمو کې د راپيدا شوى تاوتريخوالى اوورانکاريو د قربانيانو دقيقه شمير لا هم نه ده مالومه او دولتى چارواکى په دې اړوند متفاوتې څرګندونې کوي . د روغيتا وزير ډاکتر فاطمى د ٨ تنو دوژلو او ١٠٠ تنو ټپيانو خبره وکړه . د کابل د امنيې قوماندان جنرال جنبش وايى د يو پوليس په ګډون ١٢ تنه وژل شوي او ١٤٠ تنه ټپيان شوي دي .د دولت وياند کريمى د ٧ تنو او دائيتلافى ځواکونو اعلاميه بياد يو تن دوژل کيدو يادونه کړې ده . د روغيتا وزرات سلا کار داکتر عبدالله فهيم د کابل روغتونو کې د ٧ تنو سربيره د ٨ تنو نورو مړو د ثبت کيدو خبره کوي . ",د قربانيانو شميره لا هم څرګند انځور نه لري 3021,," د ائتلافى ځواکونو او په کابل کې د امريکا سفا� �ت په خپرو شوو پاڼو کې ، کابل ښارکې د ترافيکى پېښې د قربانيانو له کورنيو سر ه غمرازى او خواخوږى ښودل شوي او ويل شوى چې دغه پېښه د ( فنى خرابيو) له مخې رامينځ ته شوې او د ائيتلافى ځواکونو ګاډى د تخنيکى خرابيو له مخې ونشو کړاى ودريږي .په پاڼه کې په کابل کې د امريکا د سفير رونالد نيومن له خولې راغلى چې دهغو کسانو تاوان به چې په دغه پېښه کې يې زيان ليدلى جبران کړي . ",امريکا د قربانيو کورنيو ته تاوان ورکوي 3022,," افغان ولسمشر حامد کرزي د جوزجان ولايت د منګه جيت ولسوالۍ کې د يوې نادولتى موسسې د ٤ تنو وژل شوو کسانو په اړوند خواښينى ښودلې او دا يې يو غير انسانى او اسلامى عمل بللى دى .کرزي د وژل شوو کسانو له کورنيو سره غمرازى ښودلې او وايى د افغانستان د ولس د ترقى او پرمختګ دښمنانو د هغو کسانو په وژلو سره ، چې د سوکالۍ له پاره کار کوي او هيڅ ګناه نه لري ، ثابته کړه چې پ� �ته د افغانستان د خلکو له وژنې ، بدبخيتو ا ويجاړتيا بل هدف نه لري .ده په دې اړوند د ټينګو پلټنو لارښونه کړې ده .نوموړى کسان چې ٣ يې ميرمنې او يو يې چلونکى وو ، پرون په يو وسله وال بريد کې ووژل شول . د جوزجان يو امنيتى چارواکى نن بينوا ته وويل چې د پېښې په اړونديې څلور تنه شکمن کسان نيولى دى . ",کرز ي د وژل شووکسانوپه اړوندخواښينى ښودلې 3023, نذيراحمدسهار," نذيراحمدسهار دوه كاله مخكې د خيرخانې كوتل سيمه د ايتلافي ځواكونو د ورته ټكر شاهده وه. په دغه ټكر كې نږدې اووه موټر د ايتلافي ځواكونو تر لارۍ لاندې شول. د مرګ ژوبلې شمېره يې ۱۳ تنو ته رسېده، خو خلك پر پېښه چوپه خوله پاتې شول. پرونۍ پېښه يوځل بيا په همغه بڼه او همغه سيمه كې وشوه. داځل مرګ ژوبله ډېره او د خلكو غبرګون سخت و.  په سيمه كې د پېښې د قربانيانود وارثانو او خواخوږو شمېره ۸۰ تنو ته رسېده. دغه شمېره هغه كسان و،چې د لاريون او هرډول قربانيو لپاره تيار وو. پوليسو په خپل لومړني ګام كې كولاى شواى د يوه امنيتي دفاعي كمربند په جوړاوي سره ۸۰ كسيز لاريون په اړونده سيمه پورې ايسار وساتي، خو د پوليسو د غيرمنظم عمل له امله لاريون كوونكي پر دې بريالي شول،چې ښار ته لاره وكړي. پوليسو په لومړي ګام كې امريكايي سرتېرو ته لاره وركړه،چې د خلكو له پنجو نه ځان وژغوري، خو وروسته يې همدغو لاريون كوونكو ته د پېښې د عاملانو د څار بلنه هم وركړه. د امنيتي كمربند ماتېدل پخپله ښار ته د لاريون كوونكو يوه غير رسمي بلنه وه. لږترلږه د پوليسو ۲۵۰ كسيزې ډلې كولاى شواى د لاريون كوونكو مخه ډب كړي، خو ناسنجول شويو امنيتي تدابيرو او د مظاهرې له كولتور سره ناروږديو پوليسو او خلكو هغه څه وكړل،چې وروسته يې د ښار واټونو او كوڅو پخپله شاهدي وركوله. د لاريون كوونكو د تركيب بدلون:  د لاريون سرچينه د پېښې مشخصه سيمه وه او په تركيب كې يې ټول هغه كسان و، چې د غچ او انتقام جذبه يې ورسره لېږدوله. د پوليسو لومړنۍ تېروتنه هم دا وه، چې د غچ او احساساتو يوه دغسې توپان ته يې ښار ته د تېرېدو لاره وركړه. دغه ډول توپانونه پيا له ځانه سره پر لاره ټولې خاورې خځلې وراخلي او وحشت يې ټوله فضا په نيسي. ۸۰ كسيز لاريون له سيمې نه د ښار ترمركزه څو چنده شو او هره شيبه يې شمېره ډېرېده. په دغه شمېر او تركيب كې ډېر داسې كسان هم ورګډ شول،چې د اخ وډب، لوټ او سياسي اغراضو د پلي كولو منتظر وو. دغه كسان تر لاريون كوونكو ډېر منظم وو. د ښار په فرعي كوڅو كې ځانګړي صرف موټر او موټ� �سايكل د دغو خلكو د لېږد لپاره په انتظار و. په قواى مركز كې د مظاهره چيانو تر ماتې وروسته د فرعي كوڅو دغه م وټر دېر ژر را ووتل او مات مظاهره چيان يې ورسره ولېږدول.  سياسي اغراض او ځانګړي اهداف:  د لاريون كوونكو پر سرونو شنې پټۍ، د قوماندان احمدشاه مسعود تصويرونه، ځانګړي شعارونه او د پارلمان له څو مشهورو غړو سره پر ليده كاته ټينګار او پخپله د ځينو (سياسي شخصيتونو) څرګندونې دا ښيي،چې د لاريون تر شا سياسي اغراض هم پټ وو. په ښار كې د مظاهره چيانو څو ګونى وېش د مظاهرې سنجولې بڼه راښيي. له سنجونو پرته پر مشخصو اهدافو ير غل ښايي ډېر معقول ونه برېښي. كه د لاريون سيمْ او د لاريون كوونكو د خشونت ټاكلو ځايونو او اهدافو ته وګورو،دا په ډاګه كولاى شي،چې د لاريون تر شا د يوه سياسي خوځښت ترڅنګ ټاكلي اهداف هم په نښه شوي وو.  د لوټ او تالان پړاو:  د لاريون كوونكو نامتجانس تركيب د لاريون اصلي هدف مات كړ او لا� �يون كوونكي يې خشونت او لوټ او تالان ته وهڅول. نور نو د مظاهرې په تركيب كې هرچا ونډه اخست، چا د جذبې او اح ساساتو له مخې، چا د فرصت او... له مخې.  ددغه پړاو په تقويت كې تصويري رسنيو هم خپل رول ترسره كړ. د لاريون او ګډوډيو تتو او پاروونكو تصويرښودنو ډېر ويده كسان هم ورسره راويښ كړل. هغوى،چې په كورونو كې واو پر حالاتو خبر نه و، د پرله پسې تصويرونو له لارې دې ته وهڅېدل،چې د لاريون په لور وخوځي او ډله يې لا هم وپړسوي. ډېر داسې ف� �صت طلبه كسان و،چې د تصويري خبرونو په اورېدو او ليدو سره يې وخت غنيمت وگاڼه او د ملي او دولتي شتمنيو په لوټ او تالان كې يې برخه واخسته. دا نو داسې وخت و،چې مظاهره چيانو د ارياناتلويزيون موټر هم ورسره تښتولي وو.  د امنيتي ځواكونو ناكامي: سوله ساتى ځواك د خپلو ملګرو د تېروتنو له امله د خلكو د قهر او غوسې محراق و. دغه ځواك د ښار د امنيتي حالاتو په كابوكولو كې ونډه نشواى اخستلاى، ځكه خو امنيتي مسايل ټول ملي اردو او ملي پوليسو ته وسپارل شول. دغه ټكى پخپله افغان دولت ته ننګونه ده، چې د بهرنيو ځواكونو له مرستې پرته په پلازمېنه كابل كې هم سوله او ټيكاو ناشونى دى. ملي اردو او ملي پوليسو څنګه،چې په كار وه، هغسې د نظام اوښار دفاع ونه كړاى شوه. نه مدافع واقع شول، نه يرغلګر، خو شنډتوب او خنثى توب يې له ورايه برېښېده. د كورنيو چا� �و وزارت لومړنۍ تېروتنه د لاريون په پيل كې وه. هغوى كه بيړنى عمل كړى واى او لاريون كوونكي يې ښار ته له ننوتو منع كړي واى، دغسې تشنج به نه پېښېده. د لاريون كوونكو،چې څه زړه و، هغه يې وكړل. هرځاى ته يې،چې اور او كاڼي اچول، چا يې مخنيوى نشواى كولاى. د موسسو دفترونه، عامه شتمنۍ، دولتي موټر، غرفې، پلورنځي او د عامو خلكو مالونه ټول زيانمن شول. اريانا تلويزيون نيم ساعت پرله پسې چيغې او نارې وهلې،چې دفتر يې لوټيږي، له ځينو هغو چارواكو سره يې اړيكي ونيول،چې د ژغورنې ژمنه يې وركړې وه، خو په پاى كې د لوټ تر لومړني پړاو وروسته د امنيتي ځواكونو ډلې ورورسېدلې. دا د امنيتي ځواكونو او كورنيو چارو وزارت تر ټولو ستره ناكامي وه، چې د پلازمېنې دفاع يې هم ونه كړاى شوه. د پېښې اصلي لامل څه و؟ دوه كاله مخكې ورته پېښه وشوه، خو د اوسنۍ دغې په څېر يې لام ل ناڅرګند پاتې شو. ايتلافي ځواكونه وايي،د ترافيكي پېښې اصلي لامل د لارۍ موټر تخنيكي ستونزه وه،چې پر سړك له نورو موټرو سره ټكر شو او دغه پېښه يې وزېږوله. خو عام خلك او د پېښې عيني شاهدان وايي،چې دغه كار يا قصدي و او يا خو د موټر چلوونكي د نېشې له امله وشو. دواړې سرچينې ګونګې او بې دليله غږيږي. د اصلي حالت شاهد خوله نه پرانيزي او پر قياس او اوازه څوك ډډه نه كوي. كه تخنيكي ستونزه وي، د يوه موټر به وي، شپږواړه خو به نه بې برېكه كيږي او كه يو هم خرابيږي نو له بګرامه خو به تر خيرخانې كوتله له ځاني زيان پرته په يوه ځغل نه ځي. سره له دې،چې موټر خ� �اب دى او د ترافيكي پېښې ګواښ هم شته، نو په كوم ترافيكي قانون حق لري،چې پر سړك وځغلي؟ او كه په شراب برائت و� �كوي دا نو پر ترافيكي قوانينو بيخي پښه اېښودل دي.د پېښې لامل،چې هرڅه وي،وي به، خو د پېښې د عاملانو برائت ښايي دغسې نورې پېښې هم وزېږوي. چېرته،چې بښنه كار ورنه كړي، هلته د سزا اړتيا ده او سزا كولاى شي ددغسې پېښو په مخنيوي كې مرسته وكړي.  ورته پېښې او عامه بې حسي:  د خيرخانې كوتل پېښو ټول كابل ولړزاوه. ولسي جرګې او نورو چارواكيو غندنې او خواشينۍ وكړې او د كابل پوهنتون محصلينو لاريون ته ځانونه چمتو كړل، خو د ورته پېښو د تكرار پر تاريخ هيچا هم فكر ونه كړ. له كابل نه سلګونه كيلومټره لرې په كندهار، هلمند، زابل او ارزګان كې ډېر ځله دغسې پېښې كيږي،خو څوك يې د غندنې،فاتحې او خواخوږۍ جرئت نه كوي. زما په اند دغه بې حسي او بدبيني كه له منځه لاړه نشي غوټه به همدغسې ناپرانستې پاتې وي. كه غواړو دغه غوټه پرانيزو او حل لاره يې راوباسو، بايد له بې حسۍ � �اووځو او د ټول ولس او هېواد په اړه فكر وكړو. ",نــاوړه پېـښې ولې تكـراريـږي؟ 3024,"هارون خپل - انګ� �ستان"," ربه زړه مي دا د کم يــــــار په افسون دی ؟! چي له دې عالَمـــــــــــــه محوه، په جنون دی   دعشق اور چي مــي کوګل په لمــبو سوځي خدايه دا زړګی د کــم دلبــــــــر مفتون دی ؟!   چي مستي مي د لاهوت اسمـــــان ته بيايي نن ددې ساقي په جام کي څه معجون دی ؟!   زړه خونــــــــــــــــــاب سو د ټپونو له نــاسوره چي د يـار د تېرو غشــو پرې شبــــــخون دی   دغه زړه د يو صيـــــــــــــــــاد په تېـغ ويشت� �ی بل ښکاري نېست و نابود پردې هامون دی   هيڅ تعريف يې دجــــــــمال په ګفتــــــارنسي چي ثاني يې نه دلـــې نه په ګــ� �ـــــــــــردون دی   څو يې موج نه سم د سترګو سمنــــدر کــــــي دا زړګی په هــــــــر ارام کــــــي بې سکون دی   له هر موج سره هستــي ده پـــه دا بحـــــــــــــــر هم د نوي ژوندون ســـــاز، نــــوی بدلون دی   چي د ميني په قمــــــــار مي زړګی بايلـ� �ــــــــو اوس يې ناز، جفا، وفــــــا واړه م ېمــــون دی   يو مجنون به د وصــال په دريـــــــــــاب لامبي نور عـــ� �ـالَم ټول بــې بهره له دې جېحــون دی   چاچي اور د عشــق پر زړه نـــه وي ليـــــــدلی دحېوان په دود په نوس، شهوت زبــــون دی   پريشته د عشق به کــــــــله غېږ ته ور ســــــي څو اغيـــــار يې د زړګي په انـــــــــــــدرون دی   د اِلياس، خِضر مقــــــــــام به يــــې روزي سي هر عاشق چي د خپل يـــــار په نو زرغـون دی   په ژوندون بې له وصــــــــــــاله لاس وا نخـلي د هر چا پر زړه چي  داغ د بــــــــــې چګون دی   نن دعشق مقــــــام، ښــکلا له دې قياس کړه! وهر چا ته سپين کفن، شهيــــــد ګُلګون دی   چي ديـــــــــــــار نظر، جلوه پر هـــــارون وسوه کور وګور، مځکه اسمــان ورته مصؤن دی                                                                                                                 هارون خپل - انګلستان   ",د عشق جنـــــون 3025,," د زابل د امنيه قوماندانى د امنيت امر محمد رسول تيره شپه د طالب جنګياليو په يو وسله وال بريد کې د کابل - کندهار د لويې لارې په اوږدو کې د قلات او نورک ترمينځ په سپينه غبرګه کې وژل شوي دي .په دغه وسله وال بريد کې چې طالب جنګياليو يې مسوليت منلى ، ٥ تنه پوليس ټپيان شوي هم دي .طالب وياند قارى يوسف د ١٠ تنوپوليسو دوژلو او ټپي کيدو ادعا کوي . ",دزابل د امنيت امر وژل شوي 3026,ميرويس جلالزي," د دی ولايت د والی وياند ګلاب شاه علی خيل وويل چی اکا غلام رسول نن سهار کله چی له خپلو ساتونکو سره په لاره په موټر کی د تيريدو په حال کی وو د بريد کونکو له خواه تر بريد لاندی راغلی او دی مړ او ٣ تنه ساتونک يی ژوبل شول .علی خيل نور څه ونويل . ",د زابل ولايت د پوليسو مرستيال ووژل شو 3027,ميرويس جلالزي," د چهارشنبی په سهار ګڼو حکومتی او غير ح کومتی موسسو خپلو کارکونکو ته امر وکړ تر څو خپل دفترونه پريږدی او مسونو ځايونو ته ځانونه ورسوی .د کو� �نيوچارو وزارت وايی په ښار پوره کنترول لری او هيڅ راز پيښه به رامنڅ ته نشی .د خيرخانی له سيمی عينی � �اهدانو په تليفون خبر ورکړی چی خلک بيا سره را ټول شوی دی . ",د کابل په ښار کښی يو ځل بيا ويره خپره شوه 3028,," بريتانوى اوا ئيتلافى ځواکونوتيره شپه د هلمند د نوزاد په ولسوالۍ کې د طالب جنګيالي سره ٣ ساعته جګړه کړې ، چې د مرګ او ژوبلې په هکله يې تر اوسه دقيق مالومات ن� �ته . په کندهار کې د ائيتلافى ځواکونو يو وياند د جګړې پخلى کړى او وايى د بريتانوى ځواکو نو يو ګاډى د جګړې په ت� �ځ کې ويجاړ او دښمن ته ځانى او مالى زيان رسيدلى دى . د طالب ډلې يو وياند قاري يوسف د٢ ګاډو د له مينځه تلو ادعاکوي . ",د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې جګړه شوې 3029,," د خوست ښار شمال د يعقوبيو ولسوالۍ اړوند يو ښارګوټى کې نن له غرمې مخکې د يوې بمى چاودنې له امله ٣ تنه ولسى ګړى مړه شوي دي .امنيتى چارواکود پېښې پخلۍ کړى او سيمه يې د پلټنې په موخه کلابند کړې ده . همداشان د هلمند دکجى ولسوالۍ کې تير ه ورځ يو دينى عالم او پخوانۍ جهادى قوماندان ملا عبدلحکيم د ناپيږانده وسله والو کسانو له خوا وژل شوي دي .د نادعلى ولسوالۍ کې بيا يو ښوونځى ته اور اچول شوي دي. ",خوست او هلمند کې د ولسى وګړو مرګ او ژوبله 3030,," طالب جنګياليو د کندهار د ژړى ولسوالۍ کې د( ار پى جى )توغندى په ډزو کې ٥ تنه کاناډايى فوځيان ټپيان کړى دى . ژوبله هغه مهال رامينځ ته شوې، چې طالب جنګياليو د کانا� �ايى ځواکونو کاروان ته د لارې په اوږد کمين نيولى وو . چارواکود٤ ټپيانو حالت د ډاد وړبللىاو يوتن ټپى د درم� �نې په موخه جرمنې کې د امريکا روغتون ته ليږدول شوي . ځايى چارواکو نن وويل : د کاناډايى ځواکونو د ډزو له امله ٦ تنه مخالف جنګيالي وژل شوي دي . ",کندهار کې ٥ کاناډايان ټپيان شوي 3031,," د چين ولسمشر ( هوجين تاو) افغان ولسمشر حامدکرزي ته د شانګهاى د همکارى سازمان د مشرانو په ناسته کې د گډون بلنه ورکړې ده .ددغه سازمان ناسته دروان کال دغب� �ګولى په ٢٥ نيټه دچين په شنګهاى ښار کې جوړيږي . ده هيله څرګنده کړې چې د کرزي ګډون به په سيمه کې دنيشه يى توکو په وړاندې له مبارزې سره مرسته وکړي .د شانګهاى ټولنه په ٢٠٠١ زيږديز کال کې جوړه، چې روسيه ، چين ، ازبکستان، قزاقستان، قرغيزستان او تاجکستان يې اصلى غړى ، ايران ، منګوليا. هند او پاکستان يې ناظر غړى دي . کرزي ته دب� �نې خبره پرون د چين ولسمشر ياده کړې ده . ",افغان ولسمشر ته د چين دو لسمشر بلنه 3032,"ميرويس ج� �الزي"," ايتلافی قواوو د کابل په خيرخانه سيمه کی د خپل سر د ساتنی په موخه په مظاهرچيانو ډزی کړی وی دا ټکی په افغانستان کی د ايتلافی قواوو وياند خب� �يالانو ته څرګند کړ.هغه وويل چی د دوی يوه باروړونکی موټر د خيرخانه په کوتل کی له تخنيکی ستونزی سره مخ شو چی وروسته يی بيا ګن د افغان ملکی وګړو موټر ووهل .وياند وايی چی د ايتلافی ځواکو له خواه لمړنی بيړنی څيړنی دا ښيی خو وروسته به بيا نور جزيات هم روښانه شی.په دی پيښه کی چی د دوشنبی په ورځ را منځ ته شوه څه باندی ١٢ ملکی موټر چی د واده يو ګل پوش موټر هم پکی وو د ايتلافی ځواکو د لاری لاندی شول .له دی سره سم د کابل ښار د سترو لاريونو شاهد وو چی په سلګونو زره امريکايی ډالره يی پانګوال زيانمن کړل. ",ايتلافي ځواکونو دځان ساتني په موخه ډزي کړې وې 3033,," د ارزګان ، کنړ او غزنى ولايتونو کې بيا هم وسله وال بريدونه او جګړې تر سره شوي دي . طالب جنګياليو تيره شپه د يوې جګړې په ترځ کې چې تر سهاره يې دوام کړى دارزګان د چورې ولسوالۍ نيولى او وروسته يې د ولسوالۍ ، قوماندانۍ او يو ښوونځۍ ودانيو ته اور اچولى دي . طالب جنګيالو ادعا کړې چې ٧ تنه دولتى پوليس يې وژلى دى . مګر د ارزګان د پوليسو مشر روزى خان له بينوا سره د جګړې پخلۍ کړى او منلې يې ده چې ځواکونه يې د لنډ مهال د پاره له ولسوالۍ نه وتلى وو. ده ونه منله چې په جګړه کې دو� �تى پوليس وژل شوي .د ملى دفاع وزارت بيا د دهراود ولسوالۍ کې د ملى اردو د يو عسکر دوژلو يادونه وکړه . دغزنى د اب بند اندړ،ګيرو او قره باغ ولسواليو کې نن د ملى اردو ، پوليسو اوائيتلافى ځواکونو له لوري د (صحرا زمرى) تر نامه لاندې ګډ تصفيوى عمليات د مخالف جنګياليو په وړاندې پيل شوي دي . د غزنى والى شيرعلم بينوا ته وويل دغه عم ليات به ٥ ورځې دوام وکړى . ده زياته کړه تر اوسه يې د عملياتو په بهير کې ٦ تنه مخالف جنګيالي چې ٢ تنه يې سيمه ايز قوماندانان دي ، نيولى دى . د کنړ ولايت د ماڼوګى ولسوالۍ د متين په غرنۍ سيمه کې پرون ماښام طالب جنګياليو د ائتلافى ځواکونو په کاروان باندې وسله ال بريد کړى چې ددوى په ادعا د ائيتلافى ځواکونو ٢ تنه عسکر يې وژلى او ٣ تنه نور يې ټپيان کړي دي. په دغه وسله وال بريد کې دواړو لورو سپکې او درندې وسلې کارولى او يو ولسى وګړى هم په � �زو کې وژل شوي دي .په کنړ کې يو امنيتى چارواکى د بريد پخلۍ کړى ، مګر دانه منې چې ائيتلافىځو اکونو ته مرګ او ژوبله رسيدلې ده . ",ارزګان،کنړ او غزنى کې وسله وال بريدونه اوجګړې 3034,," د سمنګانو ولايت د حضرت سلطان ولسوالۍ ٦٢ کلن اوسيدونکى صوفى عبدرالزاق د يوې ډلې خبريالانو په وړاندې د ايبک ښار کې د ډبرې خوړل ، چې ١٤ کاله يې په خوړلو � �وږدى دى ، نندارې ته وړاندې کړل . ده وويل د خپلې ميرمنې دمړينې له ډير غم څخه چې ډيره زياته مينه مې ورسره در� �وده، ١٤ کاله کيږي چې کلکې ډبرې خورم .ده وويل څه کم يو کيلو ډبره د ورځې په اوږدو کې له چاى او اوبو سره خورم او د ١٤ کلونو په اوږدو کې مې څه باندې ٥ ټنه کلکې ډبرې خوړلې دي .صوفى رزاق چې د ٤ اولادو پلار دى وايى ميرمن مې په ناڅ اپى ډول ١٤ کاله وړاندې د ناپيږانده ناروغتيا له کبله په حق ورسيده او زه يې دغم د ذغملو له وجې تراوسه ډبرې خورم . ",٦٢ کلن افغان تر اوسه ٥ ټنه ډبرې خوړلې . 3035,پښتونځار," ميدان ښار ۱۰\جوزا\۱۳۸۵ : دميدان وردګوولايت په مقام كې دډاياګ يا بې وسلې كولو دپروسې دوهم پړاو دپروګرام دلاګړندي كولواو اغېزمنتيا په خاطر دنوموړي ولايت دوالي م حترم عبدالجبار نعيمي په مشرۍ غونډه وشوه. غونډه كې دياد شوي ولايت رئيسانو،دولايتي بيارغونې ډلې،  دام نيتي  او دډاياګ دلړۍ چارواكو ونډه  اخستې وه. دغونډې اوږدو كې دوسلوټولولودپروګرام پرچټكتيا او اغېزمنتوب خبرې وشوې. هغه ستونزې چې دډاياګ دپروسې  مخكې پرتې دي،  وسپړل شوې. او دحل پر لارو چاروېې داړوندو چارواكو  له خوا رڼا واچول شوه. ديو بل خبر له مخې تېره ورځ دميدان وردګوولايت والي، ددولتي ادارو ټول مامورين او اجيران دولايت مقام ته  راغوښتي ول. اوداداري فساد پر وركاوي، د سالمې ادرې پر رغاوي يي ورس� �ه خبرې كړېدي. له ټولو مامورينو او اجيرانو نه ېې هيله كړې، چې خپلې دندې په سمه توګه ترسره كړي. كومې ستونزې چې لري ، دولايت مقام ته دې ووايي تر څو په حلولو كې ېې هڅې وشي.   ",وردګو كې دډاياګ غونډه وشوه 3036,," د افغان ولسمشر حامد کرزي تر مشرى لاندې نن دارګ ماڼۍ کې دملى شورا دمشرانو او يو شمير استازو، جهادى مشرانو. د ولسمشر د مرستيالانو ددفاع، کورنيو او بهرنيو چارو دوزيرانو ،د ملى امنيت د رئيس او يو شمير نور چارواکو په ګډون پراخه ناسته جوړه شوې وه . ناسته د غبرګولى د اتمې نيټې د دوشنبې د ورځې د خونړۍ پېښې علتو او انګيزو ته ځانګړې شوې وه .په ناسته کې کرزى ددفاع ، کو� �نيو چارو په وزيرانو او د ملى امنيت پر رئيس په خپل اعتماد او باور ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې افغانستان د نړيوالې ټولنې د شتون پرته بيا د ترهګروپه ځاى بدليږى او له مصيبت او ورانۍ سره مخامخ کيږي .په غونډه کې ددغه پېښې د شهيدانو او ټپيانو له کورنيو سره د لازمې مرستې په کولو تينګار وشو ا وويل شول چې ددغه پېښې علتونه او انګيزې دې په هر اړ خيزه توګه وڅيړل شي او د امنيتى مراجعو کمزورتياوى او نيمګړتياوې دې په ګوته شي او په اصلاح کې يې دې اقدام وشي . په ناسته کې د اوښتې زيان د څيړلو غوښتنه وشوه او ټينګار و شو هغه کسان چې بيت المال او د خ� �کو شخصى شتمنيو ته يې په زيان رسولى دى ، ونيول شي او قانونى چلند دې ورسره وشي .په ناسته کې دا هم وويل شول چې د پېښې د رامينځ ته کيدو د څرنګوالى او خلکو ته د رسيدلو زيانونو او تاوانونو په باب د ډله ايزو خبرى رسنيو له � �ارې مالومات وړاندې شي . ",د کرزي تر مشرى لاندې پراخه ناسته جوړه شوې وه 3037,," د امريکا ولسمشر جورج بوش نن مازديګرد افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره د ټيلفون پر ليکه دکابل کې د ترافيکى پېښې په خاطر چې دولسى وګړو د سر زيانونو او مالى تاوانونو سبب شوه ، خواښينى څرګنده کړې او د پېښې د قربانيانو کورنيو او مصيبت ځپلو ته يې د ډا� �ګيرنې ا وخواخوږى مراتب څرګند کړى ،او ټينګار يې ګړى چې د امريکا خلک او دولت د افغانستان د خلکو دوستان دي او تل به دهغوى تر څنګ وي . حامد کرزي د بوش د همدردى او له افغانستان سره د امريکا دخلکو او دولت د مرستو له امله مننه وکړه او د دواړو ملکونو او ولسونو ترمينځ د دوستى په دوام او اړيکو باندې يې تينګار وکړ. ",بوش د ترافيکې پېښې په اړوندخواښينى ښودلې 3038,اجمل سوله مل," زرغونه جنډه په خولو او اوښكو مې مخ لوند سوې وو، جامى مې لندې خيشتې په ځان پورې نښتي وې ، ساه مې بنده بنده كيدله او ستونې مې وار په وار خپه كيدې .  په ټول توان او قدرت مي هڅه كوله چې خپل مټى او لاسونه د هغو دوو كسانو څخه چې زه يې ټينګ نيولي وم او دريم كس هم خپل څادر زما غاړې ته اچولې او شاته يې كشولم خلاص كړم . ورو ورو مې د بدن ټوله غړې مړه كيدل،  په دغه كشمكش كي دوو كسانو زما پلار تر لاسو نيولى وو ، پداسى حال كې چې هغه خپل د كړې ګناه او د دوې د دغې كړنې لامل ځيني پوښتې خو هغوې به خپل د ټوپك د كُنداغ په وهلو او كشولو سره په لوړ او د خښمه ډك ږغ زما د پلار ځواب داسې وركړ : موټر ته وخيژه بيا به په خپل ګناه پوه سې .  د دې صحنې د ليدو توان مې نه درلود اوحتي  هيڅ كله مې دا په ذهن كې هم نسو انځورولاي چې زما سپين ږي� �ې پلار ، هغه كس چې په ټوله ژوند كې يې حتى يو ميږې او خزنده هم نه وو زورولې او په داسې نړې كې چې خداى انسان ته د ا� �رف المخلوقات مقام او منزلت ورپه نصيب كړې داسې چال چلند كيږې ؟!  پر سترګو مې توره تياره خپره سوه ، څادر مې په ستونې كې ناست وو آواز مې په ډيره سختۍ د ستوني څخه وتې .  ټكنده غرمه وه اوښكو او خولو مې پر مخ لارې جوړې كړې وې خو خپل د پلار سره مې هيڅ مرسته نسوه كولاى ، خلاصه پدې سوځنده جهنمى ګرمۍ او د خداى پدې بيكرانه هستۍ او مخلوقاتو كې هيچا زموږ چيغې او فرياد نه اورېدل .  څو ګامه وړاندى د دغو شپږو كسانو(پيك اپ) موټر چالانه او آماده ولاړ و ، ډريور پر جلو ناست وو د موټر شاتنۍ دروازه يې پرانيستې وه او په بيړه او وارخطايي يې خپل ملګ� �و ته وويل : ژر يې راولې ، راكش يې كړې دى خو خپل په رضا نه راځې . ډريور سمدلاسه د موټر څخه را كښته سو او د سوكانو او د ټوپك د كُنداغ په بي رحمه ګوزارونو يې زما پلار موټر ته وخيژاوه .  زما نور هر څه د لاسه وتلي وه سترګې مې تكې سرې راختلى وى او د ستونې د خپه كيدو له امله مې په پرله پسې ټوخي پيل وكړ، داسې فكر مې كاوه چې زما هم د ژوند وروستۍ سلګۍ په ختميدو دي .  پدې حال كې ډريور سر د موټر د كړكۍ څخه دباندې راويستې او خپل ملګرو ته ېې په قهر ووېل : هغه خوشي كې زوې مړيانو، ژر ځانونه راوباسې .  دهمدې ږغ سره يې زما لاسونه هم خوشې كړل ، څادر مې لا هماغسې پر غاړه را تاو سوې پاتې وو چې هغه درو كسانو خپل د (پيك اپ ) موټر پر لورې يې منډه واخيستله او د حركت په حال كې د موټر باډۍ ته ور وختل .  په مړو او كښاندو پښو مې موټر پسې منډه كړه خو ډير نا وخته وو او هرڅه پاي ته رسيدلي و .  لوى ګړنګ مې وواهه پر ځاې نيغ كښينستلم ، د سترګو ديد مې كمزورې سوې ووګومان مې كاوه چې د � �يدو د نعمت څخه هم خداى بى برخي كړم .  سترګې مې په مكرره توګه وموښلې او يوه شيبه وروسته مې وليدل چې په تو� �ه خونه كې د شكيدلي ټغر پرڅنډه پر يوې نغاړكۍ ناست يم او د خوني هرڅه  خپل پر ځاى دي .  د لاس په شا باندې مې خپل د تندي خولې پاكې كړلې او د خوني د وره پر لور ور روان سوم . ځنځير ته مې لاس كړ او ور مې پرانيستې ، دباندي د سراى په هر ګوټ كې لكه يو لوى ماتم چې تير سوې وي چپه چپتيا خپره وه شاه او خوا ته مې كتله ، غوښتل مې چې خپل اعصاب قابو كړم ، اما په زړه كې مې يو ډول مرموزه غوغا خپره وه .  په لوڅو پښو د سراى د لوى وره پر لوري روان سوم ، پښې مې د سراى په تيرو او تودو ډبرو چې د ځمكې پر مخ ښخې سوې وې سيځل كيدې ، د سراې لوې  ور مې پرانيست او په ځير ځير مې د كوڅې تر آخره وكتل ، نه هغه سور (پيك اپ ) تر سترګو كيدې نه هغه څو كسان او نه هم زما سپين ږيري مظلوم پلار .   بې واكه روان سوم او د سراې دالان ته چې بام ته د ختو لار هم پكښې  را خلاصه وه ځان مې ورساوه او د جګو ، تنګو ځينو له لارې په چټګۍ سره دبام سر ته وختلم ، هلته د ساړه باد او ټوښ وږمو د سراى تر څنګ د باغچي وني ځنګولې او يوه شيبه وروسته مې د باغچې سل متره وړاندې پر ټيټه غونډې باندې زرغونې جنډې ته پام ور واوښتې چې پر يوه نوي حضيرې باندې باد په كړس كړس رپول .   هوكې ! دا نوې حضيره هغه مينه وه چې څو ورځي مخكې زما پلار خپل د خواږه ژوند ټولې هيلې او ارمانونه د دې بې بقا دنيا څخه د څو ګزه سپني خاصې سره خپل ابدې كور ته په ميراث وړې وه ",زرغونه جنډه 3039,سمیع الدین افغانی,"  ای  و طنه ګران وطن ښکلی ګلستان وطن دا  مو  د خاپوړو  کور دی جنت نشان  وطن  ښه  باغ  او  باغچی  لری رنګ په رنګ میوی ل� �ی ښا ر  د  قندهار  زموږ پیغلی  پښتنی لری  ښکلی ننګرهار  ته ځم ګل  د  نارنج ښار ته  ځم بیا  به د سپرلی موسم د  ښکلو  دیدار  ته ځم  غرونو  کی زمریان  لری څڼی اټن چیان لری خلکو  د پکتیا  سیمه ښه ښایسته ځوانان  ل� �ی  لوړ نام  او  نشان  زموږ دا  د اسیا  بام  زموږ څومره  لوړ  شهرت � �ری لعل  د  بدخشان  زموږ  دروند  په  زیارتونو  دی ځای  دطا عتو نو  دی دا د  غزنویانو کور زړه د  تاریخونو  دی  لاړ  به شو  مزار  ته بیا د روضی دیدار  ته بیا سوال به  د ایمان وکړو  د  الله دربا ر  ته  بیا  د ا  مو  د قومو کلی دا  مو  د  دودو کلی لوړ  عالی  کلتور  ل� �ی دا  مو د  نیکو  کلی  لوړ  په ټول جهان دی دا  کور  د  افغان  دی دا  مو د پلرو  وطن دا  افغا نستان دی کال ٢٠٠٦  مها جرت ",ګران وطن 3040,ډاکتر نثار احمد صمد,"  لیکوال : ډاکتر نثار احمد صمد  د بی بی سی پخواني همکار « ټام پور ټیوس » وایی چې د امریکې بهرنۍ تګلاره په آسیا او هره خوا کې مخالفین « تروریستان» کړی دی یعنی د واشنګټن خارجه پالیسی تروریستان تولید وی. په رښتیا هم نن موږ ګورو چې په افغانستان او عراق کې د ام� �یکا پوځي ننوتنو د هغوي مخالفین لومړی بنسټ پالان کړی او بیا همدا بنسټ پالان پسې « تروریستان ! » سویدی. شواهد ښئ چې په دې دوو هیوادو کې د واشنګټن تګلارې مقاومت او بې ثباتي لږ کړی نه بلکې نوره هم ډیره کړیده او په لوي لاس یې « بنسټ پالنه » په « تروریزم» سره اړولې ده. خو اساسي خبره دا دي چې په اسلامي هیوادو کې « دیموکراتیزه » کول د بنسټ پالانو سره د مذاکرې او مصالحې نه پرته یا اقلاْ د هغوي مدنظر نلرل اصلاْ یو نا ممکن یعنې په هوا کې لام بو ده. نن دنیا وال په سترګو وینی چې دلته د واشنګټن روانه پالیسی جبر، تشدد، زورزیاتی، سزا، قید، کړاو، وژل او نور په برکې لری چې دې په سیمه کې د امریکا حیثیت له مځکې وهلې یعنی هغه امریکا چې پخوا دغو خلکو هغه ته د ژغو� �ونکیو لاس نیونیک، ثبات راوړونکی او بې غرضه منصف په توګه کتل نن اشغالګر، ورانګر او بالاخره د ډار او خوف م نبع ګڼی. آیا د واشنګټن روانی خارجي پالیسی په لوی لاس نړۍ د ګډوډۍ، بې ثباتۍ او بحران خواته نده روانه کړې ؟ بوش او ډلې ټپلې یې نه یوازې دا چې د آسیا او منځني ختیځ انسانان کړولې بلکې د « ډیموکراسې » د جبرب صادرولو په وجه یې پخپله امریکایان هم په تنکه قطۍ کې راوستلې دی چې د امریکا تاریخ یې سارې نلری. هغوی د هرچا ایمیل ګوری، د هر چا تیلفوني خبري اوری ، د هر چا د خط پاکټونه خلاصوي او هر څوک تر تعقیب لاندې نیسی او داسې ښکاري چې بوش نور نو رئیس جمهور نه بلکې یو « پاچا» دی چې زیاتې آزادۍ ګانی یې محدودی او کنټرول کړیدی. ماسکو « د کمونیسټ انټرنشنل » په نوم د نړۍ کمونیسټ ګوندونه پر ځان را څرخول خو نن واشنګټن د « نړیوال دیموکراتیزه کولو» تر نوم لاندې خپل متحدین پرځان را څرخولې او کمزوره ټولنې له مځکې مځکې وهیږ هغه څه چې شپته کاله پخوا کریملین په ختیځه اورپا کې کول هماغه نن سپینه ماڼې په منځنی ختیځ کې کوی دا ځکه چې هغوی منځنی ختیځ د « ظالمانو » او دپیړیو له « � �دانه وزن » څخه بیغمه کوی ! واشنګټن خپل ګومارلې د پوځي ننوتنو یا کودتاګانو په واسطه پر قدرت راولی بیا د جع� �ي انتخاباتو له لارې هغوي ته د « کامیابۍ» رنګ ورکوی او د « دیموکراسۍ » په برس یې رنګوي ( لکه په افغانستان او عراق کې ) خو کله چې مخالفین پر حرکت راسی نو د « ښورښیانو ، یاغیانو ، او یا هم تروریستانو» ټاپه پر ووهی او ډیر ژر خپلې وسلې، خپلې پیسې او خپلې نقشې مسلط رژیم ته ورکوي څو چې هلته بې ثباتي، ګډوډي او تباهي نور هم پسې زیات کړی او دا ټوله نن په دواړو اشغالي هیوادو کې د هرې ورځې کیسه ده. نن موږ عملاْ وینو چې واشنګټن د دیموکراسۍ تر ماسک � �اندې دیموکراسی خفه کوی، ظلم په ظلم سره نسکوری او وحشت په وحشت سره ځپی. دغه مفکوره چې واشنګتن غواړي ګواکی هغه « جبه زار وچ او پاک کړی » چې تروریزم وده پکښې کړې که هرڅونه دیموکراتیک کلورین هم ورتوي کړی بیا به هم دا میکروبونه مړه نکړی او دا ټسټ به کامیابه نسی ځکه چې هماغه مایکرو اورګانیزمونه د همدې کلورین سره له پخوا روږد او مقاوم سویدی او له همدې دوا څخه تغذیه اخلی او نور تکثر پسې کوی. هو ، دا هغه تریخ حقیقت دی چې نن م وږ په سترګو وینو چې د امریکا خارجی پالسی د یو تولید ی ماشین ( Incubator) غوندی تروریزم لږ کړی بلکې نور هم ډیر کړی دی. نو ځکه ویلې سو چې واشنګټن پخپله تر بل هر چا زیات د بن لادن لپاره د نوو کسانو د جذب او استخدام بهترینه م نبع ګرځیدلې ده. همدا علت دی چې د سي آی اې( CIA) پخوانی افسر مایکل شیور لیکی چې موږ د القاعده « چاره نا پذیره ملګ� �ی یو .» د دې غیر مستقیم « ملګریتوب » اصلی عامل هماغه په پټو سترګو د اسرائیلو څخه هر اړخیزه ملاتړ او دفاع ده چې دې کار د امریکا خارجه پالسی سخته زیانمنه کړیده. اسرائیل په ټوله نړۍ کې لومړنی هیواد دی چې د امریکا ستره م الي، سیالي اوپوځي مرسته کشو ی . د امریکا دوو مشهورو پوهانو ( میرشایمر او والټ ) دا مسئله ښه ترا څیړلې او ثابته کړې چې د واشنګټن پالسی صرف او صرف د اسرائیلو د منافعو لپاره کار کوی یعنې خپلې ګټې تر نورو قربانوي. پدې کار سره « دیموکراسی » د هغه بلډوزر حیثیت خپل کړی چې په هغه سره د اسرائیلو مخالف دولتونه یو یو نړول کیږی خو مابعده مشکل یا عکس العمل یې د امریکا په غاړه کې ورلویږی او اسرائیل یې ننداره کوی. اسرائیلو ته د« دیموکراسۍ ترویج» نن یو بزنس ګرځیدلې چې واشنګټن یېپکښې رانغتي دی. شواهد ښی چې واشنګټن اسرائیلو ته د ګټې په خاطر خپل ام نیت په خطر کې اچولې او مالي او پوځي تلفات یې مسلسل د ډيرښت په حال کې دی. داپریل پر یوویشتمه داسوشټیدپریس خبریالې « کاترین شریډر» په واشنګټن کې د « تروریزم ضد څانګی » د یو مسؤل له خولې راپور ورکړ چې په ۲۰۰۵ کې په نړۍ کې د تروریستي حملو شمیر تر لسو زرو هم واوښت . د جورج بوش ادارې تیرکال د لومړی ځل لپاره تروریزم د نوو شرایطو پر اساس تعریف کړ چې مخکنی تعریف یې د اتیایمې لسیزې و. دا راپور وایی چې په تیرو څلورو کالو کې د تروریستي حملو دا شمیر یو ډرامايي ډیرښت دی چې مشاهده کیږی. د تروریزم ضد ملي مرکز د غه نوي اداره په ۲۰۰۴ کې د ټولو تروریستي پېښو شمیر ( ۳۱۹۲) ثبت کړې و چې په هغو کې څه باندې ۲۸ زره کسان وژل سوی، ټپيان سوی او یا هم تښتول سوی دی حال دا چې تیر کال د دې پيښو شمیر تر لسو زرو هم واوښت. باید وویل سی چې په عراق کې ددې درو واړو ډولونو ( یعنې وژلو ــ زخمي کولو ــ تښتولو) مجموعي شمیر پنځوس سلنې ته رسیږی او متباقي نیمایی په نوره نړۍ کې سویدی. تیرکال د عراق د دغسې تروریستي حملو شمیر ( ۸۶۶) ته رسیدلې و. کله چې د دې ډرامايي ډیرښت په هکله د خارجه وزارت داړونده ویندوي ( سین م ک کورمک) څخه وپوښتل سوه نو هغه ومنل چې « د تخنیکي پلوه ویلې سو چې کال په کال دغسې پيښې زیاتې سویدی.» پدغو څه باندې لسو زرو تروریستي حملکو کې صرف هغه شمیر درج سوی چې لس زره ډالره یا تر هغه زیات زیان یې اړولې وی او یایی هم وخیم زخمونه پيښ کړی وی. البته په عراق کې پر امریکایی پوځیانو حملې پدې شمیر کې ندی شاملې ځکه هغه جنګي فعا� �یتونه دی . خو د ټولو مهم د سي آې اې هغه اعتراف دی چې پسله څلورو کالو یې همدا اوس دا دی وکړ. د هغه ابتدائي مع� �وماتو ( ډاټا) پر اساس چې د روان اپريل پر ۲۸ مه سي آی اې خپور کړ ویل کیږی چې په ۲۰۰۵ کې جمعاْ ( ۱۱۱۱۱) تروریسټی پيښې سويدی چې څه باندې ( ۱۴۶۰۰) ملکی کسان په کښې وژل سوي چې ( ۸۳۰۰) یې صرف په عراق کی دی . ددې تازه راپور له مخې تیر کال په ټوله نړۍ کې (۵۶ ) غیر پوځي امریکایان وژل سوی چې ( ۴۷) یې یوازې په عراق له منځه تللئ دی . د سي آی اې دغه اعتراف دا منی چې د ترور دغه علت د عراق جنګ دی . خو اساسي ټکی دا دی چې پر عراق حمله او هلته جنګ د واشنګټن د خا� �جي پالیسۍ ادامه ده نو فلهذا « تروریزم » د دې بهرنۍ تګلارې د توالت او تناسل مستقمیه ثمره ګڼل کیږی چې دا دی نن سي آی اې هم دا حقیقت ومانه . په هغه بل راپور کې چې په دې اړه د امریکا خارجه وزارت تازه خپور کړی په ۲۰۰۵ کې د تروریستي پيښو شمیر د ۲۰۰۴ په مقایسه ۴ چنده زیات سوی دی . ویل کیږی چې د عراق په ټوټل شل زره ښورښیانو کې څ� �ورو الې لس سلنه بهرنیان دی او د القاعده مشرانو مقررو فیټو او ویناګانو په دې ډیرښت کې لوی رول لوبولې دی . د پورته څرګندو شواهدو څخه ثابیتیږی چې په اصطلاح « د تروریزم پر ضد جګړې » نور تروریزم هم تولید کړی او دا د واشنګټن د بهرنۍ تګلارې هغه نوی ماشین دی چې کال په کال خپل دغسې تولید پسې ډیروی. د شیګاګو پوهنتون مشهور پوهاند « رابرټ پیپ » پخپله اته کلنه څیړنه کې ثابته کړی چې « د هغو حملو ۹۵٪ چې په نړۍ کې د تروریزم نوم ورکول کیږی، اصلي او رښتیانی وجه یې نه مذهب او نه هم بنسټ پالنه ده بلکې د نورو لخوا د هیوادنیونه او اشغال دی . » ف� �هذا ویلې سو چې واشنګټن « د جنګ په حال کې » ندی او د « تروریزم سره جنګ» اصلاْ وجود نلری بلکې د هغه نا قراریو سره په جنګ اخته دی چې پخپله یې ایجاد کړی یعنې د خپل غبرګون سره جنګیږی. نورمن سولومن یو امریکایی نقاد څه ښه ویلې « کله چې تروریستان حمله کوی نو هغوی وحشت اچوی، کله چې موږ حمله کوو نو خپل غچ اخلو. مګر کله چې هغوی زموږ دغه انتقام ته په بله حمله سره ځواب راکوی نو یوځل بیا وحشت اچوی. کله چې موږ بله ځوابیه حمله پر وکړو نو يو خل بیا خپل انتقام اخلو .» اسرائیل او امریکا هره ورځ د دغسې « وحشت» او «غچ» سره غیږ ه نیسی او دا ثابتوی چې « ا� �غال » او « تروریزم» یو د بل سره مستقیم تناسب لری. تر څوچې د نورو هیوادونه اشغالیږی ترڅو چې پر اشغالي و� �سونو جبر کیږی، تر څو د هغوي ملی هویت متضرر کیږی نو عکس العمل هم کټ مت جاری وی چې پر هغه به د « تروریزم» یو طرفه ټاپه وهل کیږی څو چې غښتلې په بالاخره په کمزورۍ او ناکامۍ سره مبتلا کیږی . مشهور تاریخپوه « مارتین ون ک� �ی ولډ» لیکی چې« که څوک قوی اوسی او که هر څونه وخت هم د کمزوره سره په جنګ لګیا اوسی نو ځان به پخپله کمزوره کړی . که هغه د نامرده غوندی سلوک وکړی نو ضرور به همداسې به نامردۍ کې پسې اوسی خودا په وخت پورې اړه لری . دا حا� �ت برتانویانو ته په فلسطین کې ورپيښ سو، امریکایانو ته په ويټنام کې ورپيښ سو، شورویانو ته په افغانستان کې و� �پيښ سو، کټ مټ کار ډیر و هغو خلکو ته ورپيښ سوی چې زه یې آن نسم شمارلاې.» هو، ژر یا وروسته به عیناْ سرنو� �ت د امریکا، اسرائیلو او نورو ظالمانو په برخه هم سی ځکه چې دا د زوال الهی قانون دی .  په کاناډا کې د افغان رسالې د ۸۴ ګڼی څخه ",د « تروریزم » د تولید نوي ماشین 3041,اسدالله زمری," د لمبو کلی له ټولګی نه ستا جنت جنت وطن ته ،زه دوزخ، دوزخ  اور غواړم لکه خپله ورانه خونه ، ستا محل هم نسکور غواړم ورور دې ودراوه ورور ته ، خپل بچی دې په ب� �ار مړ کړ ستا په کلي لوی شیطانه،تر دې بدلا څه نور غواړم حضیره دی هره لویشت کړه ،هره تیږه دې شنا خته تاته هم په  هر څپک کې ، ستا بچیو ته ګور غواړم زما په پاکه خاوره راغلل ، ستا ناولی     � �اکټونه ستا په خپل ناولي بڼ زه ، د محشر شر او شور غواړم د فساد په نېلي سپوره ،د ګناه   د ملک    باداره ستا د کبر خونی غاښ ته د افغان د مټ زور غواړم چې آزار ئې چا اخیستی ، ورته اور په لمن پروت دی ستا د خپل تر بور په شانی ، تاته هم دا پیغور غواړم دافغان د پګړۍ ولونه ، هر غلیم    ته   زولانې دی انتقام کی ئې د وینو دغه دار درته خپور غواړم  ۱۹۹۸/۱۱/۲۶ (۱)دا ښیری بیل کلینتن ته زمونږ په وطن د هغه د راکتی حملی له درده لیکل شوی ", ښیرې (۱) 3042,," نن سهار د ٨ بجو په شاو خواکې د فراه ولايت کې د ائيتلافى او افغان ځواکونو په ګډکاروان باندې ځانمرګى بريد شوي دي ، چې يوازې ځانمرګى په کې وژل شوي دي . کاروان د فراه له مرکز څخه د تيريدو په حال کې وو،چې د يو سراچه ډوله موټر څخه تر ځانمرګى بريد لاندې راغى . د بريد سيمه کې چا� �واکو داسې شکمن کس هم نيولى دى چې ښځينه چادرى يې په ځان کې وه . د فراه د پوليسو مشر د پېښې پخلۍ کوي ا ووايى په دې اړوند يې سيمه کې پلټنې پيل کړي دي . ده وويل چې په دغه بريد کې ائيتلافى او افغان ځواکونو ته د سر زيان نه دى رسيد� �ى . ",فراه کې ځانمرګى بريد شوى دى 3043,ميرويس جلالزي," د نوموړي هيواد لمړي وزير  نوري ا لم الکي نن سهار وويل چي په دي له نفتو ډک ښار کي يي په دي دليل بيړني حالت اعلام کړي چي له يوي اوني را هيسي په دي ښار کي امنيتي حالت کړکيچن ده او د شوکمارانو اوغلو ډلي غواړي وضيعت ګډوډ کړي. هغه ټينګار وکړ چي د ب� �واګرو مشران به داسي وټکوي چي بيا به په تاريخ کي سر را پورته نکړي. د بصري په ښار کي په ګنه شميره انګ� �يسي سرتيري ځاي پر ځاي دي . ",د عراق په بصره ښار کي بيړني حالت اعلام شو 3044,ميرويس جلالزي," د ارزګان ولايت د پوليسو ريس حاجي  روزي خان وويل چي دا ولسوالي تيره شپه له ساعتنو جګري وروسته د طالبانو لاس ته ورغله او د يوي اوږدي جګړي په پايله کي بيرته د ولسوالي کنترول افغان پوليسو تر لاسه کړ. خو قاري يوسف احمدي چي ځان د طالبانو په کفالت خبري � �سنيو ته ورپيژني ادعا کوي چي د ولسوالي کنترول يي د ٥ شنبي تر سهاره په لاس کي وو او  د نوموړي ولسوالي وداني ته يي اور ورته کړي او ٨ تنه پوليس يي هم وژلي دي . د قاري يوسف د خبرو سپيناوي کومي دولتي سرچيني نده کړي. ",د چوري ولسوالي د طالبانو کوربه توب وکړ 3045,ميرويس جلالزي," امان الله ګذر چي د کابل  مزار د لوي لا� �ي د پوليسو مشر ده نن سهار يي ومنله چي د امريکايي ځواکو په مخامخ ډزو کي چي په مظاهره چيانو د دوشنبي په ورځ تر سره شوي ٣ تنه ملکي وګړي ده په خپلو سترګو ليدلي چي ووزل شول. هغه وايي چي مظاهره چيانو د امريکايي ځواکو د موټرو په کتار کاڼي او لرګي ورول چي هغوي پري ډزي وکړي. له بلي خواه د امريکايي سرتيرو وياند تي� �ه ورځ په کابل کي خبريالانو ته وويل چي دا ډزي يي ځکه سرتيرو کړي چي غوښتل يي ځان له قهر جنو لاريون کونکو وساتي خو دا يي ونه منله چي په ډزو کي دي څوک وژل شوي وي . ",په ډزوکي د دري تنو ځوانانو د وژني پخلي وشو 3046,," د حزب اسلامى ګوند مشر حکمتيار له نامالوم ځاى څ خه نن خبري رسنيوته د يوې ليکل شوې اعلاميې په استولوسره چې د نن ورځې نيټه پرې ليکل شوې ،کابل ښار کې د روان کال د غبرګولى مياشتې د اتمې نيټې د دوشنبې ترافيکى پېښې او تاتريخوالى ته د پاڅون نوم ورکړى اود اعلاميې له مخې يې (دامريکايى اشغالګرانو په ضديې د کابل مومن اوزړه ور ولس پاڅون ستاينه کړېده) . په اعلاميه کې راغلى ( چې صليبى اشغالګران څومره بېرحمه او وحشى دي ، وحشى او مستو امريکايانو ته دافغانانو وينې هيڅ ارزښت نه لري . په اعلام يه کې په ګوته شې ، (چې افغانان له اشغالګرو نه کرکه لري) .په اعلاميه کې ويل شوى (له اشغالګرو سره روغه جوړه نشى کيداى او نه دبهرنيو ځواکونو په شتوالى کې صلح او امنيت راتلى شي .)په اعلاميه کې د پاکستان ، ايران ، هند او دافغانستان د ننه يو شمير پېښوته هم ګوته نيول شوي او خپل دريځ يې د هغو په اړوند بيان کړي دي. ",حکمتيار دکابل پېښې ته پاڅون ويلي دى 3047,," تيره شپه ناپيږانده وسله الو کسانو د فارياب ولايت د شرين تګاب ولسوالۍ د اسلام کلا د کلې د نجونو په يوه ښوونځى بريد کړى دى او دغه ښوونځى ته يې اور اچولى دى .ددغه ولايت يو امنيتى چارواکى د پېښې پخلى کړى اووايى په دې اړوند تراوسه څوک نه دي نيول شوي . ",فارياب کې دنجونويو ښوونځى سوى دى 3048, عبدالاحد پېغام _ كابل," مكاره دنيا دلمر رڼا كي پانوس بل دى اويونور ښكاري خو� �ه په خندا دجانان غيږه كي منصور ښكاري  داچې شفق اوغروب دواړه په لمبو رنګوي فلكه ! زموږ دقسمت ستوري هم مجبور ښكاري  زموږ دكلي دګودر لاره پا س غره ته تللي ځكه دپيغلو هر نظر كې مو غرورښكا� �ي  نور دي په څڼوكي زما خوبونه مه زنګوه ماته دخپل خيال زرين ټال يوكوه طور ښكا� �ي  ما دمكاري دنيا ټول مخونه وليدله راته ددوست په تندي عكس دتربور ښكاري  پرون دي ستړي ميخانې كړي په مستۍ پيغامه ! نن دي په شونډو يوغبار ستړى رنځورښكاري  ",مكاره دنيا 3049,,"  پرون مي راته یو ملګري ( عنایت ساپي ) په برېښنالیک کي یو لنډ مضمون رالیږلی و او د مڼې مکه یادونه يې کړې وه چي په نیویارک کي دمڼې یا اپل د لوی کمپیوټري شرکت له خوا د جوړیدو په حال کي ده ، د یو مسلمان په صفت د مضمون او انځور په لیدو مي زړه ټکان وخوړی او د یوډول کرکي احساس مي وکړ چي اخیر ولي نړۍ د مسلمانانو د عقایدو سره لوبي کوي ایا نړۍ لا د ډنمارک څخه سبق نه دی اخیستی چي د ناکاره کارتون په چاپولو سره يې د نړۍ په لر او بر کي د مسلمانانو غوسې راوپارولې . خپلي سترګي مي دکمپیوټر پر پرده د هغې په انځورکي ګنډلي وې او لاس تر زني ورته فکرجن ناست ومه چي د دفتر یو ملګري ( ایډوارډ ) مي چی په خټه سور امریکایي دی او په ژورنالیزم کي مي د ډیرو نړوالو سفرونو ملګری هم پاته شوی دی راباندي ږغ وکړ ، چي هلکه ولي داسي چورتي ناست يې :  ما د خپلي خبري سره یوځای دخپل کمپیوټر پرده وروګرځول چي ستاسي له لاسه مي زړه شین دی ، هغه چي د رنګ بڼه يې تغیر وخوړ په حېرانتیا انځورته کتل .  بې واره يې د مڼې کمپيوټري شرکت ته د م بائیل د تڼیوو په کښېکښلو سره زنګ وواهه اودمڼې مکه د موقیعت او ادرس غوښتنه ئې ځیني وکړه .  او دواړه د هغې د لیدو لپاره له دفتره څخه راووتلو ، که څه هم دپسرلني باران پرله پسې اورښتنو نیویارک ښار لمبولی و خو بیا هم په دې شنه سهار تورو وریځو د نیویارک د هندارو کوڅې توري کړي وې . په ټکسي موټر کي تر لږ سفر وروسته دنوموړي ودانۍ مخي ته راکښته سولو .  دا ودانۍ چي د نویارک ښار د منهاتن (Manhattan) په ناحیه کي د پنځم واټ (Fifth Avenue) پر سرداته پنځوسم او نهه پنځوسم سړک تر منځ د جوړیدو په حال کښي وه له نژدې مو ولیدله زما ملګری چي تر ما يې ډیره غوسه په تندي کښي له ورایه ښکاریدله ، چارواکو ته يې غاښونه چیچل چي په لوې لاس نړۍ ته شر لټوئ او خپل اولس ته دوښمنۍ زېږوي .  دا دهندارو ودانۍ چی د یوتور مربع صندوق شکل لري د مڼې مکه په نوم نومول شوې وه .  داچي د ودانۍ جوړښتي بڼه لا تر وروستي پړاوه نه ده رسیدلې چي ایا د مڼې مکه به د مسلمانانو دمقدسي مکې ته ورته پاته شي او که به څنګه ؟  خوپوښتنه ده داده چي ولي داودانۍ د مڼې مکه بلل شوې ده ؟؟ ایا امریکا غواړي چي د ناکاره کاتونونو په څېر په نړۍ او امریکا کي یو ځل بیا په لوی لاس د مسلمانانو غوسې راوپاروي ؟؟ ",دمڼې مکه د مسلمانانو پر ضد یو بله دسیسه ؟؟ 3050,زويا هيله بارګامی," د محترم ورور خالد هادې حيدري د ښکلي � �عر په ملاتړ   کابله پام کوه پاڅون ونکړې  د پښتنې پيغلې سپير ه وربل لا  ستا د ګلونو انتظار کوي  په دغه هيله چې به تاله درځي  د پرديسۍ شپې په انګار کوي  کابله پام چې وار خطا نکړې  نړۍ به ستا په حال خبره کړو  د دښمن خوب به نور پوره نشي  ستا ارمانونه به تر سره کړو  خو ته اوس دومره حوصله وکړه چې دې تنکي ځوانان په پښو ودريږي يو څو ناپوهه پښتانه ويده دي  چې لږ � �اويښ شي په پښتو ودريږي بيا د اسلام بيرغ به لاس کې واخلي ددې دجال مقابله به وکړي  ټول په يوه نيت او اواز به شي  يوه غښتلې فيصله به وکړي  خو نن لا وخت نه دې غوسه چې نشې درنه لوګی شمه جنون ونکړې  پخپل سوري سوري ټټر دې قسم  کابله پام کوه پاڅون ونکړې   زويا هيله بارګامی ",کابله پام کوه پاڅون ونکړې 3051,اسدالله زمری,"  یو خواته دیار سترګې، بل خوا پیمانې ایښي دا مې په نصیب کې نن ، څه غبرګې نیشې ایښي دا دي له حیا ډکې ، هغه هوسونو نه یو خوا مې اوبه د ژوند ، بل خوا یې لمبې ایښي دا خواږه ستونه کړي ، هغه اشاري په ناز لاره رانه ورکه ده ، هر خو ا مې ایینې ایښي دا به نظر وڅښم ،وابه ړوم دا په سر ټولو مې جنون ته دي ډیرې بهاني ایښي  دلته ولوله د عشق ، هلته بیخودی د ژوند  عقل او زړګي ته مې دواړو زولا نې ایښي ", غبرګې نیشې 3052,ميرويس جلالزي,"   د نوموړي هيواد د کورني امنيت يو  چارواکي ګينين ويرنتي وويل چي که هيواد يي له عراق نه خپل سرتيري  وباسي دا معني نلري چي ايټاليا له افغانستان نه هم غواړي خپل سرتيري بهر کړي . ايټاليا وايي ١٣٦٥ سرتيري په افغانستا ن کي لري چه هغه هم د هرات او پلازمينه کابل په بيلابيلو سيمو کي ځاي پر ځاي دي . ايتاليوي سرتيري په افغانستان کي د سوله ساتي ځواک (ايساف) په چوکاټ کي ما موريت پر مخ بيايي چي مشري د شمالي اتلانتيک (ناتو) په غاړه ده . د ايتاليا د بهرنيو چارو وزير ويلي وو چي د هغوي سرتيري به د مخدره توکو په لمنځوړلو کي ماموريت پر مخ بوزي او افغانستان د نړي ٩٠ فيصده مخدره توکي توليدوي . د يادوني وړ ده چي تيره مياشت دوه ايتاليوي سرتيري هغه م هال د کابل سويل لوګر ولايت ته څير مه ووژل شول چي د سپرلي موټر يي د څړک د غاړي له ماين سره وجنګيد. ",ايټاليابه افغانستان کي دخپلو سرتيروماموريت پراخ کړي 3053,"ميرويس ج� �الزي","  کاڼاډايي سرتيروي  په کندهار کي ٢٥ د ګزمي پرمختلي ليږدونکي ګاډي تر لاسه کړل ويل کيږي دا ګآډي به په اوبو ، غرونو ، شګو او هر راز سميو کي په ډير چټکي ځغاسته کوي او کولاي شي چي د شپي پر مهال مخکي له دي چي په ځاي پر ځآي شويو ماينونو ورشي خپل چ� �ونکي ته خبر داري ورکړي. د دي زغروالو ګاډو ټول ټال بيعه ٣١ مليونه امريکايي ډالرو ته رسيږي. کاناډا دم ګړي په کندهارکي څه باندي ٢٠٠٠ سرتيري لري او هوډ يي کړي چي د افغانستان د امنيت د ټينګولو او د القاعدي او طالب پاتي شونو د جرړو په وستيلو کي  به هر څومره هغه پيسي ولګوي چي ورته اړتيا ليدل کيږئ. له دي نه مخکي په وار وار د کاناډايي سرتيرو ګزمي د ريموت کنټرول بمونو په مرسته د کندهار په ګوډ ګوډ کي � �ه پيښو سره مخ شوي وي چي په ځينو سميو کي بيا د سرتيرو د سر په بيعه تمامي شوي وي. ", ٢٥دګزمي پرمختلي ګاډي کاڼاډايي سرتيروي ته 3054,ميرويس جلالزي," په افغانستاه کي د امريکا سفير روبرت نيومن وايي فکر نکوي چي د کابل تير شوي تاوتريخوالي دي د هيوادو نورو ولايتونوته  لار ومومي روبرت نيومن چي په ستلايت تليفون يي تيره ورځ يوي ډلي خبريالانو ته خبري کوي وويل چي اوس د کابل سربيره په ګنو ولا يتونو کي د سوله ساتي ځواک سرتيري او د افغان پياوړي پوځ پوځيان ځاي پر ځاي دي او په خا صه بيا  افغان پوځيان تر هر بل چا په قانون ښه خبر دي او هيچا ته به اجازه ورنکړي چي په ورانکارو اعمالو لاس پوري کړي. نيومن وويل چي په عام ډول ايتلافي ځواکونه دي او په خاص ډول بيا امريکايي سرتيري د هغوي يوه برخه ده او د ا نشي کيداي چي خلک په امريکايي سرتيرو قهريدلي وي او له ايتلافي ټولو سرتيرو سره خوابدي شي . نوموړي د کابل ښار د  دوشنبي په پيښه خپله خواشني څرګنده کړه او هوډ يي وکړ چي پلټني به  پاي ته ورسوي او هر څه به روښانه شي . ",روبرت نیومن : تاوتریخوالی به نورو ولایاتو ته نه غزیږي 3055,ميرويس جلالزي," د امريکا د بهرنيو چارو وزيري م يرمن کانډوليزا رايس ويلي  که ايران خپل اتومي فعاليتونه ودروي  هيواد يي چمتو دي د  ايران سره نيغ په نيغ خبرو اترو ته کيښني. دا په داسي حال کي ده چي د ٥ شنبي په ورځ د ملګرو ملتو امنيت شورا او آلمان د ايران د اتومي لانجي په اړه په ويانا کي غونډه وکړه.که څه هم د دغي غونډي جزيات د خبري رسنيو لاس ته ندي ورغلي خو ګډون کونکي  په ځانګړي توګه کوندوليزا رايس او د بريټانيا د بهرنيو چارو وزير مارګارت بکيت په دي اړه خوښي څ� �ګنده کړه.  بکيت وايي په هغه صورت کي چي ايران د اتمي انرژي د نړيوالي اداري  د غوښتني سره سم خپل اتومي فعاليتونه ودروي  مونږ چمتو يو پدي اړه سره خبري پيل کړي . همدا ډول  مونږ به د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کي پدي اړه د ايران د دوسيي څيړل هم ودروو.خو د  ايران د بهرنيو چارو وزير منوچهر متکي د ام ريکا دغه وړانديز رد کړ او ويويل  : مونږ د ايراني ولس د طبعي حق په اړه له چا سره خبري نه کوو.خو چمتو يو چي پرته له کوم تبعيض نه د يوه تعريف په چوکاټ کي د دغه ګډي انديښني په اړه  خبري وکړو.دا په داسي حال کي ده چي په ايران کي دغه وړانديز د بيلابيلو غبرګونو سره مخامخ شوي دي. ",د ايران اتومي لانجه يو نوي پړاو ته ور دننه شوه . 3056,," تېره شپه د كندهار په ارغنداب ولسوالي كي د كانا� �ايي ځواكونو پر كاروان ځانمرګى بريد وسو، پېښه د ارغنداب ولسوالۍ له سركاري باغ سره ماښام مهال رامنځته سوه، د كندهار د والي وياند داود احمدي وايي چي په بريد كي درې تنه ملكي وګړي مړه دي، او خپله بريد كوونكى هم له منځه تللى دى، نوموړى وايي چي كاناډايي ځواكونو ته زيان نه دى رسېدلى. ",ځانمرګي بريد د درو ملكي وګړو ژوند واخيست 3057,," د کندهار ځانمرګى بريدکې د ځانمرګى په ګډون ٤ تنه م ړه او ٣ تنه ټپيان شوي دي . دغه بريد پرون ماښام د کندهارد اغنداب د سرکارى باغ سيمه کې هغه وخت رامينځ ته شو چې دکانادايى ځواکونو د ګادو کاروان له لارې څخه د تيريدو په حال کې وو .يو امينيتى چاراکى کندهار کې بينوا ته وويل چې قربانيان ټول ولسى ګړى دي او بهرنيو ځواکونو ته په کې هيڅ ډول د سر زيان نه دى رسيدلى . طالب جنګياليو ادعا کړې ده چې په دغه ځانمرګى بريد کې يې ٥ تنه يې وژلى دي . دغه بريد يو موټر کې ٢٥ کيلومتره لرى د کندهار له ښا� �ه رامينځ ته شوى دى .عينى شاهدنو ددغه ځانمرګى بريد موخه کانادايي ځواکونه بللې چې څو شيبې مخکې له دې لارې تير � �وي وو. ",کندهار کې ځانمګرى بريد ٤ تنه ووژل 3058,," کنړ کې دولتى چاراکومنلى چې تير ماښام دغه ولايت دماڼوګى ولسوالۍکې د دولت يو پلوى قومى مشر( حاجى مرسلين) د ناپيږدانده کسان له لوري وژل شوى دى . د پېښې په اړوند امنيتى چارواکو پلټنې پيل کړى دى او تر اوسه يې څوګ نه دى نيولى . ",کنړ کې دولت پلوه قومى مشر وژل شوى دى 3059,," ناپيږانده کسانو تيره شپه په مرکزى بغلان کې د (برک بنګلاديش) موسسې ځايى مشر وحيدالله وژلى دى . د بغلان د پوليسو مشر د پېښې پخلۍکوي اووايى نوموړى له يوې م يلمستيا وروسته وژل شوى دى. دبرک موسسې يو چارواکى دحميدالله وژنه سياسي وژنه بولې. د پوليسو مشر وويل چې ت� �اوسه يې د پېښې په اړوند ٣ تنه شکمن کسان نيولى دي . ",بغلان کې دبرک موسسې ځايى مشر وژل شوي دي 3060,," کندهار کې دولتى چارواکو ددغه ولايت دميانشين ولسوالۍ کې د ١٢ تنو طالب جنګياليو د وژل کيدواو ١٣ ټپى کيدو ادعا کوي . کندهار کې د ولايت وياند داوود احمدى بينوا ته په ميانشين ولسوالۍ کې ددولتى ځواکونو او مخالف جنګياليو ترمينځ د جګړې پخلۍ کوي او وايى په دغه جګړه کې١٢ تنه مخالف جنګيالي وژل شوي او ١٣ تنه نور ټپيان شوي دي . ده ومنله چې يوازې ٤ تنه دولتى سرتيرى د جګړې په ترځ کې ټپيان شوي دي . دغه جګړه تيره شپه شوې ده . ",کندهارکې ٢٥ تنه طالب جنګيالى مړه او ټپيان شوي 3061,," د افغان ولسمشر حامد کرزې د امر سره سم د کورنيو چارو وزارت په امنيتى چارو کې ددغه وزارت امنيتى مرستيال مل پاسوال عبد الهادى خالد ټاکل شوي دي . نوموړى د مسلکى زده کړو خاوند بلل شوي او ويل شوى ، چې له حربى پوهنتون څخه فارغ او په پخوانى شوروى کې يې فوځى لوړې زده کړى ترسره کړې دي . همداشان د کورنيو چارو وزارت په يوه خپره شوې اعلاميه کې دد غه وزارت په چوکات کې د جنرالانو په کچه ٨٦ جنرالان بدل شوى دي ، چې د اعلاميې له مخې ډير ژر به يې نومونه او څوکۍ اعلان شي . د اعلاميې له مخې دغه بدلونونه په وزرات کې د لازمو اصلاحاتو ، د چارو د ښه والى اوپه هېواد کې د امينت د ټينګښت په موخه تر سره شوي دي . دا بدلونونه په داسې مهال کې تر سره کيږى چې د کابل ښار د وروستى اړدوړ په مخنيوى کې پوليسو هيڅ ونه کړل او د کورنيو چارو وزارت ډير کمزورى وبلل شو .دا سې اوازې هم شته چې د کابل امينه قوماندان جنرال جنبش هم له خپلې دندې ګوشه شوى او په ځاى امان الله ګذر ګمارل شوى دى . ",کورنيو چارو وزارت کې يو لړ بدلونونه 3062,," د کابل ښار د قرغې د ابو بند کې نن ١٦ کلن او ٢٣ کلن ځوانان هغه مهال په اوبو کې ډوب شول چې لامبو يې وهله . د ډوب شوو کسانو دکورونيو يو شمير غړو شکايت کوو ، چې امنيتى چارواکو ورسره هيڅ ډول مرسته نه ده کړې چې د کورنيو غړى يې وژغورل شي . له بل لوري ددغه بند چارواکى هيڅ وسايل نه لري ،چې په داسې پېښو کې ورڅخه کار واخيستل شوي . د قرغې بند د کابل ښار يانو له پاره د تفريح په زړه پورې ځاى ګرځيدلۍ چې د جمعې په ورځو په زرګونه کسان په کې راټوليږي .ددغه بند شاو خوا سيمې شخصى کسانو ته په اجاره و� �کول شوي دي . ",د قرغې د اوبوبند کې ٢ تنه ځوانان مړه شول 3063,"محمد ابراهيم (( سپېڅ� �ى ))","  جولياپاول يوه انګريزۍ ژورناليسټه ده چي په ۱۹۶۸عيسوي كال په امريكاكي زېږېدلې خوپه لندن كي رالويه سوېده .له ادبياتوڅخه فارغه سوې خودژورناليزم سره دځانګړي ميني په خاطريې ودغه ډګرته مخه كړېده چي په دغه لاركي دبريالي يون په خاطر يې څوبيلا بيل دژورناليزم كورسونه لوستي دي    مركه : محمد ابراهيم (( سپېڅلى )) جولياپاول يوه انګ� �يزۍ ژورناليسټه ده چي په ۱۹۶۸عيسوي كال په امريكاكي زېږېدلې خوپه لندن كي رالويه سوېده . له ادبياتوڅخه فا� �غه سوې خودژورناليزم سره دځانګړي ميني په خاطريې ودغه ډګرته مخه كړېده چي په دغه لاركي دبريالي يون په خاطر يې څوبيلا بيل دژورناليزم كورسونه لوستي دي  په پيل كي يې دلندن له يوې سيمه ايزي اوونيزي سره دخبريالي په صفت دنده پيل كړه اوورسره سم يې دهمدې اوونيزي ادبي پاڼه هم چلول . دادجولياپاول دخپل كارسره دډېري ميني اواخ� �اص پايله وه چي دبي بي سي راديوته يې لارپيدااودايې څووم كال دى چي په دې نړيواله راديوكي دنده اجراكوي څ واوونۍ وړاندي دلته كندهار ته ددې ځاى دژورناليستانودلاښه روزني په هيله راغلې وه چي زموږ همكارمحمدابراهيم ((سپېڅلي )) ورسره يوه مركه كړې اوپه لومړي سركي يې ورڅخه پوښتلي چي ژورناليزم ته مودراتلوانګيزه څه وه ؟  ځواب : هغه مهال چي زه لاديارلس كلنه وم دژوناليزم سره مي مينه په زړه كي په راپيداسوه اودا مي ډيرخوښېدل چي دډول ،ډول خلګوسره پرمختلفوموضوعاتووږغېږم اودهرډول پيښودپيښېدوعلت ځانته په بشپړاوصحيح ډول څرګندكړم نودهمدې هلي دترسره كېدوپه موخه مي په دې ډګركي پل كښېښودچي دادى نن مي تاسوګورى چي ستاسوپخپل ښار ( كندهار ) كي دهمدې ميني دلابشپړېدوپه هيله شپې اوورځي سباكوم . پوښتنه : تاسوخودبي بي سي راډيو څخه ماسوا دنو� �واژانسونوسره هم كارونه كړيدي نودغه دبي بي سي كارله هغه مخكنيوكارونوسره څنګه پرتله كوى ؟  ځواب : زه خپ� �ه دبي بي سي راډيوسره كاركول دهغه نوروكارونوسره هيڅ پرتله كولاى نه سم ځكه دبي بي سي ميعار ډېرلوړدى .  پوښتنه : په كوموهېوادونوكي مودژورناليزم په ډګركي دنده ترسره كړېده ؟  ځواب : دژورناليستي په صفت مي يوازي اويوازي په برتانيه اوشمالي ايرلنډ كي كاركړى دى خو د ژورناليزم دټرينري په صفت مي په عراق ،روسيه ، هندوستان ،اردون ، اندونيزيا اوافغانستان كي دنده اجراكړېده .  پوښتنه : په هغوځايونوكي چي تاسويې نومونه يادكړل دافغانستان سره يې په كاري ساحه كي څنګه ارزوى ؟  ځواب : ( ماافغانستان راخوش دارم . ) زه چي په افغانستان كي اوسم داماته ښه خوند راكوي اومادا احساس كړېده چي افغاني ژورنالستان دهغونوروځايونوپه پرتله چي مايې نومونه يادكړل له خپل مسلك سره ډېره مينه لري ، كه ددوى مينه له خپل مسلك سره همداسي روانه وه نوهغه روځ � �يري نده چي دغه ژورناليستان به دخپلوسيالانو په ټولۍ كي خپل ځانته هغه ځاى پيداكړي چي ددوى هيله وي .  پوښتنه : افغانان اوبرتانويان دتاريخ په اوږدوكي هم سره جنګېدلي دي اوهم يې اړيكي درلودلي دي نوودغسي حا� �اتوته په كتوسره اوس برتانويان دافغانانوپه اړه څه فكركوي ؟  ځواب : زماپه انداوس ډېرى برتانويان ياانګ� �يسان دهغوجنګونوپه هيڅ معلومات نه لري ځكه يادسوي جنګونه ډېروخت مخكي تېرسويدي .  پوښتنه : په تاريخ كي خوبه لوستي وي ؟  ځواب : بلې هو! لوستي خويې دي لاكن زه چي اوسمهال برتانويانوته ګورم هغوي دافغانانوپه وړاندي نه يوازي چي كوم څه بداحساس نلري بلكي لايې دافغانانو سره همدردي په زړه كي ډېرځاى نيولىدى ځكه ب� �تانويان پوهيږي اودخبري څخه رسنيواوري چي په دې تېرودرولسېزوكي پرافغانانوباندي څه ناخوالي تيري سوې اودابه درته ووايم چي زموږ كورنۍ پدې وياړي چي زه په افغانستان كي افغانانوته يولږ غوندي چوپړوهم .  پوښتنه :هغه م هال چي تاسوپه لندن كي واست اولاافغانستان ته نه واست راغلي نودافغانستان په ځانګړي ډول دكندهارپه اړه مو چي يومهال دسخت دريځوطالبانومركز  وڅه فكركاوه ؟  ځواب : چي كله يې ماته دافغانستان دتلودنده راوسپارل اولام وحركت نه  و راكړي نوموږته يې دخپل ځان دساتلوپه اړه ډېرڅه وويل چي دافغانستان په ځينوسيموكي امنيت كمزورى اويانسته خوددې ټولوخبروسره ،سره ماغوښتل چي افغانستان ته راسم اوددې هيوادډيري برخي وګورم،ددې شپږوميا� �توپه دوران كي چي زه دافغانستان هرگوټ ته تللې يم ،دهغه ځاى خلګوزماتودهركلى كړى دى نوپه داسي حال كي زه دافك� �نه سم كولاى چي مادي كوم افغان وځوروي اويادي پرماحمله وكړي . پوښتنه :افغانستان ته چي ډېركى بهرني ليكوا� �ان اوتاريخ پوهان راغلي دي بيايې په خپلوياداښتونواوليكنوكي زموږ دافغانانوډېري ښيګڼي دبيلګي په توګه دمي� �مستيا،دمشرانودرناوى هيوادپالنه او دداسي نورو...يادونه يې كړيده، ايا تاسوهم داسي څه ليدلي اوكه موليدلي نوهغه به څه وي چي تاسوبه يې خپلوملګرواوكورنۍ ته يادوى ؟  ځواب : زه پدې ډيره باوري يم چي كله بيرته برتانيې ته ولاړسمه نودافغانستان په اړه به خپلودوستانته ډېري خبري كوم ځكه دافغانستان مختلفي برخي مختلفي ټولني اوم ختلف دودنه لري چي ځني يې زماخوښيږي اوځني يې زمانه خوښيږي خويوځل بياپه ټينګارسره وايم چي زه به ددي هيواد په اړه ډېري خبري دخپلودوستانواوملګروسره شريكوم . پوښتنه : كه په لنډوټكوكي راته وواياست چي څه موخوښ سول اوڅه مونه سول خوښ ؟  ځواب : په ټوليزډول مي دافغانستان اب اوهوا اوطبعي منظرې ډيري خوښېږي اوورسره ددې ځاى دخلګونيك اخلاق ، ښه كوربه توب اومهربان زړه راباندترټولوښه لګيږي خوچي كله ښځي وينم اوياورسره ږغيږم نوددوى حالت مي ډېره ځوروي .  پوښتنه : اياستاسوپه اندپه افغانستان كي ښځه قيدده ؟  ځواب : په ټول افغانستان كي نه سم ويلاى خوپه ځينوځاينوكي ښځي قيددي دبيلګي په ډول : په كابل اومزارشريف كي ښځي دهيواددنوروب� �خوپه پرتله ډيري ترسترګوكيږي لاكين په نوروځاينوكي دونده نه ليدل كيږي اوكه وهم ليدل سي نوډېري پوښلي وي . پوښتنه : دڅنګه كتابونه مطالعه موپه يوازيتوب كي بوخته ساتي ؟  ځواب : په تيروڅومياشتوكي مادافغانستان په اړه ډيرزيات تاريخي اوادبي كتابونه لوستلي دي خوماتل داهڅه كړېده چي كوم هيواد ته ځم بايددهغه هيوادد� �يكوالانواثارولولم ترڅوزه دهمهغه هېوادپه اړه يوڅه معلومات ولرم اودا زمالپاره يوه غوره تجربه هم ده . پوښتنه : دافغانستان دژورناليزم روان بهيرڅنګه ارزوى اوراتلونكى يې څونده بريالى وينى ؟  ځواب: زه چي اوس دافغانستان دژورناليزم روان بهرته ګورم دلته تاسوښه تكړه ،تكړه ژوناليستان لرى اودبې پرې مطبوعاتولپاره موقع ښه چمتوده،راتلونكىيې هم روښانه بريښي لاكن ډېركاراوډېروهڅوته اړتياسته . پوښتنه : ستاسوپه اندڅوك ښه ژوناليست كيداى سي ؟  ځواب : زماپه فكرهغه څوك ښه ژورناليست دى چي په هره موضوع كي دلچسپي اخلي ،هرڅه ته دزړه داخلاصه ګوري اوهڅه كوي چي ديوي پيښي سوي موضوع ټول اړخونه په ناپېيلي توګه وڅيړي اوقضاوت اولس ته پرېږ دي. پوښتنه : كه دژورناليزم په ډګركي يوه نه هېريدونكې خاطره ولرى اودمركې په ورستۍ برخه كي يې راسره شريكه كړي مننه به مووي ؟   ځواب : كله چي زه دژورناليزم په لومړنيووختونوكي يعني هغه مهال چي زه لا ځوانه ژونا� �يسته وم نوما دانګلستان دلومړي وزيرټونيبليرسره هغه مهال يوه مركه وكړه چي ده ځان ودغه څوكۍ ته نومولى و، دازمالپاره چي يوه نوي ژورناليسته وم ډيره په زړه په پوري خبره وه اوبياچي نوموړي ټولټاكني وګټلي نو زه هغه نوي ژورناليسته وم چي دانګلستان ديوه ټاكل سوي لومړي وزيرسره مي مركه كړې وه چي تراوسه مي نه هېريږي اوتل به مي دزړه اوذهن پرپرده باندي ديوې ښې خاطرې په ډول پاته وي .    ", ښه ژورناليسټ قضاوت اولس ته پرېږدي 3064,," د هلمند ولايت ادارى رئيس او ددغه ولايت وياند محى الدين د هلمند د ګرشک ولسوالۍ دکارته لګند سيمه کې د پوليسو په ګزمه باندې د مخالف جنګياليو د يووس� �ه وال بريدپخلۍ کوي او وايۍ يوازې ٤ تنه پوليس او ٣ تنه مخالفين په دغه بريد کې ټپيان شوي دي . ده وويل د پېښې په اړوند يې ٣ تنه شکمن کسان په سيمه کې نيولى دى . مګر د طالب ډلې يو وياند قاري يوسف ادعا کوي چې د ملى اردو ٥ تنه عسکر يې وژلى او ٤ تنه نور يې تپيا کړي دي . دغه بريد تيره شپه ترسره شوي دي . ",لشکر ګاه کې د پوليسو په ګزمه بريد شوي دي 3065,," د افغانستان د بهرينو چارو وزير داکتر داد فر سپنتا د چاپان د رسمى بلنې له مخې هغه هېواد ته د جون په ٥ نيټه سفر کوي .نوموړۍ به د منځنى اسيا او چاپان د بهرنيو چارو د وزيرانو په ناسته کې گډون وکړى . په دغه ناسته کې به چې د (منځني اسيا او جاپان) تر سرليک لاندې جوړيږى د سوداګرى او پانګې اچونې ، د نيشه يى توکو په وړاندې مبارزه ، رغتيايى وده ، د فقر کمښت او يو شمير نورو موضوعاتو په اړوند خبرې کيږي او افغان وزيربه د جاپان له لومړى وزير او د بهرنيو اقتصاد او سوداګرى له وزيرانو سره وګو� �ي . جاپان اوس مهال له افغانستان سره ښې اړيکې لري اودبن له ناستې څخه يې تر اسه پورې له افغانستان سره د ١٤٥٥ م يليون ډالر مرستوژمنه کړې ده . ",د بهرنيو چار وزير جاپان ته ځي 3066,," خبرى رسنيو د امريکا د فوځى چارواکو له خولى خبر ورکړى دى چې د ګوانتانامو جيل کې ٨٩ تنو بنديانو د ډوډى د نه خوړو اعتصاب کړى دى. په دغه جيل کې د يو � �مير افغانانو په ګډون د نړۍ د مختلو هېوادونو څا باندې ٤٨٠ اوسيدونکى له څلورو کلونو راهيسى بنديان دي . ",ګوانتاناموجيل کې د٨٩ بنديانودنه خوړو اعتصاب 3067,," د کاپيسا د امينه قوماندانۍ د عامه اړيکو چا� �واکى منلې چې د سره صليب د نړيوالې کميټې دغورځيدلې چورلکې ټوټې د کاپيسا په غرونو د اله ساى ولسوالۍکې تر سترګو � �وې او د مړو شوو کسانو د ليږد هڅې ګړندۍ شوي دي. دغه الوتکه د تير زيږديز کال د جنوري مياشت کې چې په پاکستان کې يې زلزله ځپلو ته مرستې رسولى وې،بيرته د ستنيدو په مهال ترى تم شوې وه .ده د نورو جزياتو څخه ډډه وکړ ه . وړاندې له دې افغان خبري رسنيو خبر ورکړ ، چې ددغه پېښې د ٧ تنو قربانيانو مړى چې يوه په کې ميرمن ده ،لا هم د هوا د يخنۍ او په سيمه کې د واورې له امله له مينځه نه دي تللى . په رپوټونو کې نه دي په ګوته شوي چې چارواکى څه ډول توانيدلى د چورلکې بيلګې ومومى .چورلکه د ترکمنستان هېواد پورې تړاو لري او چارواکى ادعا کوي چې د الوتکې لويه برخه نه ده ويجاړه شوې او جوړه پاتې شوې ده . ",دغورځيدلې چورلکې ټوټې کاپيسا کې پيداشوي 3068,," دولت د ارزګان ولايت د چورې ولسوالۍ د بيرته نيولو ادعا کړې ده . د دفاع زارت وياند نن وويل ځواکونو يې تيره شپه د چورې ولسوالۍ نيولى اوتر ٢٠تنو طالب جنګيالى يې وژلى دي . وياند ادعا کړې چې د ١٥ تنو وژلو کسانو مړى په سيمه کې پاتې دي . دطالب اورپکو يو وياند له دې نه وړاندې ادعا کړى وه چې ٤٠تنه دولتى پوليس يې د چورې ولسوالۍکې ټپيان او وژلى دي .وياند وايى د چورې شاوخوا سيم ه کې اوس مهال د ملى اردوتصفيوى عمليات روان دي او طالب جنګيالى له سيمې تښتيدلى دى . ",دولت دچورې ولسوالۍنيولې او ٢٠جنګيالي يې وژلى 3069,," تېره شپه ۱۱ بجې د هلمند پر خانشين ولسوالي باندي د ناما� �ومو وسله والو كسانو له خوا بريد سوى دى چي د مرګ او ژوبلي خبر يې نه دى وركړل سوى، د هلمند د والي وياند حاجي محي الدين وويل چي وسله وال كسان له سيمي تښتېدلي دي، پلټني رواني دي خو تر اوسه په دې تور څوك نه دي نيول سوي. د پېښي پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې. ",د هلمند پر خانشين ولسوالي بريدى سوى 3070,," دجمعې په ورځ غرمه مهال د هلمند په موسى كلا و� �سوالي كي د روشن ټليفوني كمپنۍ دوه كاركوونكي هغه وخت مړه او شپږ تنه تپبان سوه چي غوښتل يې په دغه ولسوالي كي د خپلي ټليفوني شبكې پايه ودروي، د هلمند د والي وياند حاجي محي الدين وويل چي دوى د ځمكي په كيندلو اخته وه، چي د روسانو د وخت ښخ سوى ماين ورباندي وچاودېد. ډاكټران وايي چي  د ټپيانو حالت د ډاډ وړ  د� �. ",د روشن ټلېفوني شبكې پر كاركوونكو ماين چاودلى 3071,," د افغان ولسمشر حامد کرزى د امر له مخې پاسوال عصمت الله دولت زى د سهيل لويديځو کندهار ، زابل ، ارزګان او هلمند ٤ ولايتونو دپوليسو د قوماندانۍ عمومى مشر ټاکل شوى دى . نوموړۍ نن ديوې ناستې په ترځ کې په کندهار کې دولتى چارواکو ته ور پيږندل شوى دى .دغه ناسته کې ددفاع او کورنيو چارو وزيران او کابل کې د امريکا سفير اود ائيتلافى ځواکونو مشر او نور گڼ شمير دولتى چارواکى حاضر وو .د پوليسوپه جوړښت کې دغه قومامندانى نوې رامينځ ته شوې او ويل شوي چې ديو اعشاريه پنځه ميليارد ډالرو په ارزښت به پرمختللى وسلى ، مهمات او فوځى تجهيزات ددغه قوماندانى په واک کې ورکړل شي .دغه ټاکنه په داسې مهال کې رامينځ ته شوې چې نن شپې ته به افغان دولت دکورنيو چارو وزارت کې د ٨٦ جنرالانو نوې څوکۍ او دندې اع� �ان کړي . ",سهيل لويديځوولايتونودپوليسو مشر ټاکل شوى 3072,," د جمعې په ورځ غرمه مهال يو ټونس ډوله ملكي موټر د لښكر ګاه ښار ته په لاره كي ټكر وكړ، چي په نيتجه كي يې يو تن مړ  او ۱۱ ټپيان سول، دې ټونس موټر د يو ايس پي آى موسسې د پوڅي ځانګي له دوو موټرانو سره ټكر وكړ چي يو موټر يې د پوليسو له خوا نيول سوى او په بل پسي پلټني رواني دي، د هلمند ولايت وياند حاجي محي الدين وويل چي شپږ تنه ټپيان په لومړيو � �ېبو كي له روغتون څخه رخصت سول او د نورو حالت هم د ډاډ وړ دى. خو نوموړي و نه ويل چي د پېښي پړه د چا پر غاړه وه. ",د درو موټرانو د ټكر له امله يو تن مړ او ۱۱ ټپيان سوه 3073,," د غزنى ولايت د پوليسو مشر جنرال سرچنګ منلې چې ناپيږانده وسله والو کسانو د پنجشنبې په ورځ د ګيلان د سيمې د ظابط په کلى کې ددغه ولايت د مقر ولسوالۍ مرستيال مطيع الله او يو ساتونکۍ په ډزو سره وژلى دي . ده وويل په سيمه کې پلټنې پيل شوې او تر اوسه د پېښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي .له دې وړاندې د مقر ولسوال هم وژل شوى وو. ",د مقر ولسوالۍ مرستيال وژل شوي دي . 3074,," تېره ورځ د ايتلافي ځواكونو له خوا د هلمندپر باغ� �ان ولسوالي بمباري سوې ده، د هلمند چارواكي وايي بمباري په هغو غرنيو سيمو كي سوې ده چي طالبان پكښي پټ وه، خو د مرګ ژوبلي په اړه څه نه وايي. دا په داسي حال كي ده چي له سيمي څخه عيني شاهدانو بېنوا ته وويل چي د بمباريو له امله يوه بېګنا ښځه او څلور ماشومان وژل سوي دي. د دې پېښي په اړه طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي. ",ايتلافي ځواكونو پر باغران ولسوالي بمباري كړې 3075,شمس," د۱۳۸۵ دغبرګولي په ۱۳ مه دخوست ولايت دګربزوسرحدي ولسوالۍ پوليسودوه پنځوس ميله وسلې چې دوه م يله پكې PK ماشينداراونورټول كلاشينكوف وو،له يوشمېرلاسي بمونو،دليږدوونكيو وسايطوضدماينونواونورومهم اتوسره يوځاى ونيول . دخوست ولايت امنيې قوماندان جنرال محمدايوب وويل چې دغه وسلې اومهمات په يوۀ هينوموټركې په ډېرمهارت سره داسې ځاى پرځاى شوي ووچې دموټرسيټ اوباډۍ ترمنځ ورته ځاى برابرشوى � �. دګربزو، ولسوالۍ لوړپوړوچارواكوووې چې دوى مخكې له مخكې ديادوشوو، وسلو او چاوديدونكيو توكيوڅخه خبرؤ اوپدې لټه كې ؤچې دغه وسلې اومهمات ونيسې خونن يې په نيولوبريالي شول . ",په خوست كې دوه پنځوس ميله وسلې ونيول شوې . 3076,," د پکتيا ولايت امنيتى چارواکو ګرديز ښار کې پرون يو لنډ کروزر موټر چې له چاوديدونکو توکو څخه د دوى په ويناډګ وو ، نيولى دي . ددغه ولايت د پوليسو مشر بينوا ته د پېښې پخلۍ کوي او وايى د موټر چلونکې چې تاج محمد نوميږي او د سيدکرم ولسوالۍ اصلى اوسيدونکى دى پو� �يسو نيولى دى او ٢ تنه نور شکمن کسان په تيښته بريالى شوي دي . ده وويل دغه موټر د پټان سرحدى ولسوالۍ له لارې ګرديز ښار ته دننه شوى وو ، او غوښتل يې چې چاودنه ترسره کړي .د ده په وينا نيول شوى شکمن کس اوس مهال د پاکستان په مانسره کې اوسيږي او له ده څخه پوښتنې پيل شوي دي . ",گرديز کې د يوې سترې چاودنې مخنيو شوي دي . 3077,," د ماليې وزارت له لورې د روان کال د عادى او پرمختياى بودجې طرحه نن دولسى جرګې له خوا ومنل شوه .له دې وړاندې ولسى جرګې د يو شمير بدلونونو او تعديلاتو په غوښتنو س� �ه وړاندې شوې طرحه نه وه منلې . پرون د کابينې ځانګړې ناسته د بودجې په هکله جوړه شوې وه . د ماليې وزير احدى وويل پرته له شرط د کابينى له لوري تصويب شوې بودجه د ولسى جرګې لخوا چې ډير کم تعديلات او بدلون په کې راغلۍ وو ،نن د ولسى جرګې له خوا ومنل شوه .دروان کال د نوې ٢ ميليار ډالرىبودجې د طرحې له مخې ١٠٠ افغانۍ د شهيدانو معلو� �ينواو معيوبينود کورنيو په تنخوا کې د روان کال د ورى مياشتې له لومړۍ نيټې او د دولتى کارکونکو په تنخوا کې د ميزان مياشتې له لومړۍ نيټې څخه ٣٠٠ افغانۍ زياتوالۍ راغلى دى . په داسې مهال کې چې د سترې محکمې مشراو يو شمير غړى اود کابينې پنځه وزيران لا هم د باور د رايو د ترلاسه کلو په موخه ولسى جر ګې ته له سره نه دي ور پيږندل شوي ،ويل کيږي چې دولسى جرګې وکيلان به د راتلونکې سه شنبې ورځې څخه ٤٥ ورځې په رخصتيو لاړ شي . ",د دولت بودجه ولسې جرګې ومنله . 3078,," د خبرى رسنيو د رپوټونوله مخې د عراق په پلازم ينه د بغداد ښار غرب د منصور سيمه کې نن ٤ تنه روسي ديپلوماتان تښتول شوي دي . داسې رپوټ هم شته چې يو تن په ډزو کې وژل شوي دي .په عراق کې د روسيې سفارت تر اوسه په دې اړوند څه نه دى ويلى . په رپوټونو کې راغلى وسله والې ډلې د دري ګادو په ذريعه د ديپلوماتانو د تيريدو لار تړې او د هغوى په ګاډى يې ډزې کړي دي. ",روسي ديپلوماتان بغداد کې تښتول شوي . 3079,"پروفيسرکابلي والا - هندوستان"," پروفيسر کابلي والا - هندوستان امريكا : خندنۍ موسكا ، خونړۍ امسا؟ لمړۍ برخه ،  دوهمه ب� �خه ، درېيمه برخه ، څلورمه برخه ، پنځمه ب� �خه ، شپږم ه برخه ، اوومه برخه ، اتمه برخه ، ",امريکا: خندنۍموسکا، خونړۍ امسا؟( پنځمه برخه) 3080,," ميدان ښار ۱۳جوزا ۱۳۸۵:دميدان و� �دګوولايت دوالي ښاغلي عبدالجبارنعيمي په مشرۍ د نوموړي ولايت پورې تړليوقومندانانو، رئيسانواوديني عالم انوپه گډون دنوموړي ولايت غونډيځ كې ستره غونډه وشوه.دغونډې موخه په ولايت كښې دامنيت ټينګښت، دكوكنارو و� �كاوى، دډاياګ دپروسې چټكتيااو په دغولياروكښې ځينې ستونزې لېرې كول وو.  دغه غونډه دهغې ناستې  په دوام كښې وشوه، چې وړمه پنجشنبه دولايت په غونديځ كې ترسره شوې وه او دولايت جهادي قومندانانو، ځينې علماء كرامو، سناتورانو، دولسي جرګې ځينوغړيواوځينو مخورو پكښې ونډه اخستې وه.په لومړۍ ناسته كښې غونډوال كومې ټاكلې فيصلې ته نه ورسېدلي. نو پر دغه مهال ېې دبلې غونډې جوړېدو هيله كړې وه چې نن ترسره شوه.   ننۍ غونډه كې ښاغلي نعيمي دډاياګ پر پروسې رڼا واچوله.تېرې غونډې كې دډاياګ پروسه يوه ناسمه پروسه بلل شوې وه.قومندانانو ويلي و، چې دډاياګ پروسه جهادي قومندانانواو ولس ته سپكاوى دى.په هر ډول چې كېږي بايد ددولت له خوا وتړله شي. ښاغلي نعيم ي قومندانانو او علماء كرامو ته ډاډ وركړ چې دغه پروسه په هيڅ ډول داسلام او جهادي اشخاصو دسپكاوي لپاره نه ده. بلكې دسولې له كاروان سره دولس او جهادي قومندانانوملتيا ده. همدارنګه ښاغلي والي دميدان و� �دګوولايت دعمومي وضعې په اړه غوندې ته په خپلو خبروكښې وويل ``ميدان وردگ ولايت دهېواد په کچه د امنيت ، ډاياگ دپروسې دچټکتيأ اودکوکناروپه نه کرلوکې ښه نوم گټلی...دهېواد دنوروبرخوپر خلاف پدی ولايت کې امنيت تأمين دی... د امنيت دزيات ټينگښت لپاره  ستاسودرنومشرانوڅخه هيله کوم چی د دولت سره پدی باب زياتې مرستی وکړئ .`` همدغسې دوى ميدان وردګوولايت كې دكوكنارو او پرمختياي چارو په اړه وويل:``دکوکنارودنه کرلوپه باب عام و� �س زياتی مرستی کړي...دبيا رغونې په چاروکې دتېريوۀ کال راپدې خوا زياتی برياوی لاسته راغلي. .. په روان کال کی دبيا رغونی دچارودلاگړنديتوب اودخلکو دستونزو په لرې کولوکی مو زيات پلانونه ترلاس لاندی نيولي دي، د دولتی لوړپوړوچارواکو ، د دوستوهېوادو له سفيرانو او دبهرنيو او کورنيوموسسوله مسوولينوسره مو زياتې ليدنې کتنې کړي.``       دبهسود ولسوالۍ يوۀ تن قومندان حاجي محمد مير دښاغلي نعيمي دچارو له ستايلو وروسته ووي� �:``دوطن په دفاع كښې مو جهاد كړى، اوس راضي يو چې دوطن په بازسازۍ كښې جهاد وكړو.په دې لار كې ددولت هرنوع مرستې ته چمتو يو.``  دنرخ ولسوالۍ يوه استازي مولوي صالح محمد دنرخ ولسوالۍ اوديني عالمانو پراستازۍ وويل:``خوښ يم چې دديني عالمانو، دازادۍ اخستونكو قومندانانو او دولتي چارواكو په ګډون دارامۍ دراوستو په هيله راغونډ � �وي يو.مونږ ټولودوطن په دفاع كې جهاد كړى ،فخرپرې كوو. كه بيا هم ضرورت پېښ شي ورته تيار يو. `` نوموړي دډاياګ دپ� �وسې په اړه وويل :` دډاياګ له پروسې سره كوم مخالفت نلرو، منتها دومره ويل غواړم چې دولت بايد خپل دوست او دښمن وپېژني،دولت ولس ته وعدې وركوي خو وفا پرې نكوي، بايد دولت پرخپلو وعدو وفا وكړي. هغه تخريبكار چې نيول كېږي بايد سخته سزا وركړل شي. چې بل څوك تخريب ته زړه ښه نه كړي.``  يوه تن ديني عالم مولوي شېرين  دغوڼدې په اوږدو كې وويل:`` دامنيت په اړه دولت بايد دولس سره اوږه په اوږه كار وكړي. دولس نظريات راغونډكړي.چاچې چې دافغانانو دنظرياتو خلاف كارونه كړي ماتې ېې خوړلي دي.... دډاياګ پروسه كه چېرې ريښتيا هم بازسازي وي منو ېې، كه چېرې توهين او سيكاوى وي نوهيڅ مو پكارنده.``    يوه تن قومندان  ښاغلي فيضي  وويل:`` جهاد مو دامنيت � �پاره كړى، دوطن امنيت زمونږ دكور امنيت دى. قومندانان بايد  زمونږ دټولنې ډېر محترم انسانان وګڼل شي. قوم ندانانو دوطن په ساتنه كې قربانۍ وركړې... بدبختانه جهادي قومندانان  ددولت مخالفه ډله ګڼل كېږي. دوى تو هين كېږ ي. دولت بايد جهادي قومندانان پخپله غېږ كې ونيسي. كه دملت او دولت ترمنځ صادقانه كار نه وي ، نو دامنيت راتلل � �ېر سخت دي... زه دټولو نورو قومندانانو ملګرو په شمول له دولت څخه ننګه كوم او هرراز همكارۍ ته ېې چمتو يم``  همدغسې گڼو نوروقومي مشرانو، عالمانو اوجهادي قومندانانو دامنيت دټينگښت، دكوكنارو دوركاوي او � �اياګ پر پروسې خپل نظرونه څرګند كړل.دامنيت راوستو اوكوكنارو وركاوي  ته ېې سينه وډبوله.  دغونډې په پاى كې يو پرېكړه ليك لاسليك شو چې لاندې مادې پكښې راغلې وې:1.  دغونډوالو له خوا دامنيت دلاټينګښت ، ملي وحدت او ملي مصالحي دپروګرامونو دپلي كول  په خاطرله دولت سره ملاتړ اعلانول. 2. دددولت له خوا جوماتونه جوړول، اوبه، فرش او نورضروريات  برابرول. 3. ددولت له خوا ولايت په مركزاواړوندوولسواليو كي ديني مدرسې، دارالحفاظونه او ليليې جوړول.4. هرراز نېشيي توكوله واردولو،صادرولواو استعمال  نه كلكه ډډه كول. او څوك نه پرېښودل چې دغوناوړو كارونو ته لاس واچوي.5. دناوړو فلمونو په واردولو اوخرڅلاو كلك بنديزلګول.6. دحج اواوقافو د� �ياست دجوماتونو دملاامامانو دتشكيل دزياتولو په اړه ددولت هلې ځلې كول. 7. دعلماو، ملاامامانو اومشرانو د� �ناوى كول  او ستونزې ېې لېرې كول.8. دميدان وردګوولايت ټول ملكي، نظامي ، پوليس،امنيتي مسوولين،ولسوالان اودامنيې قوماندانان بايد ځانونه دخلكو خادمان  وګڼي.9.  دغونډوالو له لوري دميدان وردګوولايت دوالي  هڅې ستايل اوپه راتلونكي كې دلا ډېرو هلو ځلو هيله كول.10.  دټولو غونډوالو له خوا دتيري دوشنبي دترافيكي حادثي نه وروسته د عامه شتمني لوټل اوددولتي تاسيساتو ته اوروراچول ، په كلكه غندل .11. دولايت مركزاواړوندوو� �سواليو كي امنيت دتامين ،ملي وحدت اوملي مصالحي په لاركي دهيڅ راز مرستوڅخه ډډه نكول اوددولت سره خپله م� �سته اوهمكاري  كول. ",وردګو ولایت کي د جهادي مشرانو او مخورو ناسته 3081,," د بېنوا ويبپاڼي د ګل مخونو برخي تر اوسه پوري دهيواد د بېلابېلو ليکوالو ، پوهانو شاعرانو او ژورناليستانو ژوندليکونه وړاندي کړي دي ، په دې ترڅ کي د هيواد د يوه بل نوميالي خبريال او د کابل پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځی استاد ښاغلي لطيف بهاندژوند ليک وړاندي کوو، بايد ووايو چي دا ژوندليک د ښکلا مجلې نوي ګڼي هم خپور کړﺉ دی . لطيف بهاند  ښاغلی لطيف بهاند د ۱۳۳۱ لمريز کال د جدي په مياشت کي چي د ۱۹۵۳ زېږديز کال د جنوري سره برابره ده د کابل په بريکوټ کي زېږيدلی دی .تفصیل . . . ",د ښاغلي لطيف بهاند ژوند ليک پرليکه شو 3082,," ", 3083,," راتلونكې جمعه چي د غبرګولي د مياشتي له نولسمي نېټې سره سمون خوري، د لوګر فرهنګي ټولني له خوا د لوګر په مركز كي د سنځل ګل دوديزه مشاعره ترسره كېږي. دې مشاعرې ته د هيواد له ګوټ_ ګوټ څخه شاعران، ليكوالان او فرهنګيان بلل سوي دي، چي له كابل نه د تلونكو مېلمنو لپاره د م وټر اسانتيا هم په پام كي نيول سوې ده. پاتې دي نه وي چي له كابل څخه د روانېدو وخت، سهار اووه نيمي بجې او د م� �اعرې د پيلېدو وخت سهار نهه بجې ټاكل سوى دى.   پته:  د يار موسسې دفتر، د تايمينو اتم سړك، كابل ټلېفون شمېره: 070228393 ",د لوګر فرهنګي ټولني له خواد سنځل ګل مشاعره كېږي 3084,," د طالب جنګياليو د ډلې يو وياند قاري يوسف ادعا کړې ده چې پلويانو يې د فرا د بکوا ولسوالۍ کې د پوليسو د پوستې ٤ تنه دولتى پليس تښتولى او ٢ تنه نور يې په ډز وکې وژلى دى .د بکوا ولسوالۍ د پوليسو مشر يوازې د ٤ تنو پوليسو د لادرکى او ورکې خبره منلې او وايى د موندلو هڅې يې په سيمه کې پيل کړي دي . دغه پېښه نن سهار وختې رامينځ ته شوې او په تښتول شوو کسانو کې د پوستې مشر هم شامل دي . ",طالبانو ٤ تنه پوليس تښتولى او ٢ نور يې وژلى 3085,," د پکتيکا ولايت د روغتيا رئيس ډاکتر عيد محمدنن سهار هغه مهال په ډزو سره ووژل شو ،چې دخپل کور څخه د شرنې په لورد کار په موخه روان وو . له نوموړى سره يې خپل ورور هم وژل شوي دي . سيمه کې عينى شاهدانو ويلى چې له ډزو وروسته د نوموړى موټر وسله والو کسانو له ځان سره يوړ . د موټر چلونکى ته زيان نه دى رسيدلى . د پکتيکا د پوليسو مشر د پېښې پخلۍ کوي او وايى په دې هکله پلټنې پيل شوي دي . ",د پکتيکا دروغتيا رئيس ووژل شو 3086,," د ناقانونه وسله والو کسانو د جګړې په ترځ کې نن د بدخشان د جرم ولسوالۍ کې ديو تن ځايى قوماندان په ګډوند هغه ٤تنه پلويان مړه او د يو دولتى پوليس په ګډون له دواړو لورو ٥ تنه نور ټپيان شوي دي . سيمې ته د بدخشان له مرکز فيض اباد ښار څخه د پوليسو نوى ځواکونه رسيدلى دي. عينى شاهدان وايى وسله وال جګړه مار له سيمې تښتيدلى دي . ځايى اوسيدونکى وايى (د ناقانونه وسله والو کسانو له زورزياتى سره مخامخ يو او له دولت څخه غواړو چې له دا ډول کسانو څخه وسلې ټولې کړي) . جګړه د جمعيت د ډلې د قوماندانانو ترمينځ شوې ده . ",بدخشان کې ٣ تنه مړه او ٥ تنه نور ټپيان شوي 3087,," د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د پراخه ټاکنو او بدلونو په ترځ کې چې ټول ټال د جنرالۍ ٨٦ څوکۍ اعلان شوې ، نن د کابل د پخوانى امنيه قو ماندان جنرال جميل جنبش په ځاى مل پاسوال امان الله ګذر د دغه قوماندانى چارواکو ته وروپيږندل شو او په رسمى ډول يې دنده پيل کړه . د قوماندانى مرستيال محمد شفيق چې پخوا يې هم همدغه دنده درلوده او دکابل د امنيه قوماندانى دجنايى جرم ونو په وړاندې د مبارزې مدير على شاه پکتياوال ټاکل شوي دي . د چټک غبرګون مشر هم نوى ټاکل شوي دي .امان الله ګذرله دې وړاندې د کابل - پلخمرى د لويې لارې قوماندان وو. ",امان الله ګذر د کابل د پوليسو مشر شو. 3088,," د بلوڅ ، ازبک او ترکمن مذهبىعلماوود ټاکلى کميسيون د څيړنو له مخې د کابل ښار د تيرې دوشنبې د ورځې په پېښه کې ٣ تنه دامريکايانود ګادى د ټکر او ١٠ تنه نور د ډزو له امله د کابل ښار په مختلفو ځايونو کې وژل شوي او ٦٤ تنه نور ټپيان شوي دي .ددغه کميسيون يو تن غړى محى الدين بلوچ نن يوې خبرى ناستې ته چې په پارلمانى چارو کې ددولت وزير ډاکتر فاروق هم حاضر وو، وويل نه پوهيږى چې پاتې کسان د چا په ډزو کې وژل شوي دي . ده وويل د بيلګې په توګه ٣ تنه په زرنګار پارک او ٢ تنه په دريمه کارته کې ، چې هلته امريکايان نه وو ،وژل شوي دي . ده ويل څيړنې لا هم دوام لري ممکن د قربانيانو شميره لوړه شوي .د کابل ښار د دوشنبې خونړۍ پېښې د هر اړخيزو څيړنو په موخه افغان ولسمشر ٣ ځانګړى کميسيونونه د ٣ ځانګړ موخو په اړوند ګمارلى دي . کابل ښار والى ته دنده سپارل شوې چې اوښتى زيانونه و ارزوى . د ترکمن ، بلوڅ او ازبک دينى ع� �ماووکميسيون دنده لري د قربانيانو له کورنيو سره مرسته وکړي او يوبل کميسيون دنده لري تر څو هغه کسان په ګوته او وپيږنى چې د بلوا او زورزياتى لامل ګرزيدلى وو . ",دڅيړنوله مخې ددوشنبې په پېښه کې ١٣ تنه وژل شوي 3089,," نن سهارد ٩ بجو په شاوخواکې د کندهارښار د عيدګاه واټ کې د کاناډايى ځواکونواو کندهار ولايت د مشرتابه په گاډوځانمرګى بريد � �وى دى ، چې له امله يې د بريد کونکى په ګډون٤ تنه ولسى وګړي مړه او ١٥ تنه نور ټپيان شوي دي .کاناډايى ځواکونوته د سر زيان نه دى رسيدلى ،يوازې ولسى وګړى د ځانمرګى بريد قربانى ګرزيدلى دي . د روغتون چارواکې بيا وايى چې ٥ تنه مړى او ١٢ ټپيان تر دم ګړى دوى ته رسيدلى دي .په سيمه کې عينى شاهدانو د قربانيانو شميره تر دې هم ډيره بولى . بريد د يو موټر له مخې رامينځ ته شوي دي .د کورنيو چارو وزارت په خپره شوې ويناکې ويل شوي چې د غه ځانمرګۍ بريد دکندهار دوالى دوژلو په موخه تر سره شوى دى .په بريد کې د کندهار والى ته هيڅ ډول زيان نه دى رسيدلى .د ځانمرګى پيږندنه نه ده شوې او چارواکو په دې اړوند خپل تحقيقات پيل کړي دي.طالب جنګياليو د بريد پړه منلې او ددغه ډلې وياند قاري يوسف ويلى چې دغه بريد عظيم خان سرته رسولى او د کاناډايى ځواکونو٢ گادې يې له مينځه وړى دى . کندهار والي اسدالله خالدتر ننني بريد وروسته دخب� �يالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل ", ځانمرګى بريدکندهار کې ٤تنه وژلى او ١٥تنه ټپيان کړي 3090,ميرويس جلالزي," بی نظير بوټو چی  په ٨٠مه � �سيزه کی د پاکستان لمړی وزيره وه وروسته له هغه له دندی ګوښه او د خيانت تورونه پی ولګيدل چی ويل کږی د پاکستان مالی شتمنی يی کنګل او په بهرنيو بانکونو کـښی يی په خپل شخصی نامه ثبتی کړی .ميرمن بوټو چی له ک� �ونو راهيسی له هيواد نه بهر ژوند کوی وروسته له هغه دا پريکړه پی شوی چی نوموړې تيره اونی په متحده عربی اما� �اتو کښی له پخوانی لمړی وزير نواز شريف سره يو ځای يو ا يتلاف جوړ کړ تر څو په پاکستان کی د پرويز مشرف حکومت را نسکور کړی. ",يوی پاکستانی محکمی د بی نظير بوټو د نيونی پريکړه کړی 3091,ميرويس جلالزي," ويل شوی  دا الوتکه د شنبی په ورځ ناوخته د آن هوی په ايالت کی په نامعلوم دليل را نسکوره شوی او پکی سپاره ٤٠ تنه پوځيان ا و د الوتکی توله امله له مينځه ت� �لی ده .چارواکی وايی د ژغورنی ډلی سيمی ته رسيدلی دی تر څو د دی پيښی څيړنه وکړی. ",د چين د پوځيانو الوتکه را وغورځيده 3092,," ", 3093,," د کابل -پروان د لويې لار په اوږدو کې د قره باغ او کلکانو په سيمه کې د دو جلاوو ترافيکى پيښو په ترځ کې ٥ تنه مړه او ١٧ تنه نور ټپيان شوي دي . هم داشان د جمعى په ورځ د کابل - لوګر په سړک د يوې ترافيکې پېښې په رامينځ ته کيدو سره١ تن مړ او ٣ تنه نور ټپيان شوي. نوموړى کسان د خوست د پوهنتون زده کونکى وو. ",د ترافيکىپيښو ترځ کې ٦ تنه مړه او ٢٠ تنه ټپيان شوي 3094,," د خوست د ګربزو ولسوالۍ د لارې د ساتونکو په يوه امنيتى پوسته تيره شپهد سپکو او درندووسلو وسله وال بريد شوى دى چې د يو توغندى د لګيدو له امله يو اندازه مهمات او وسلې له مينځه تللى او يو پوليس په کې ټپى شوي دي. چارواکو د بريد پخلى کړى او وايىبريد کونکى د مقاومت په پايله کې دپولې هغه خوا اوښتې . چارواکو منلې چې دغه نيښتې يو نيم ساعت دوام کړى دى .طالب وياندپه دغه جګړه کې د ٣ تنو دولتى پوليسو د وژلو ادعا کوي همدارنګه د نيمروز د خاشرود ولسوالۍ کې تيره شپه د لارې د ساتونکو په پوسته وسله وال بريد شوى دى چې په پايله کې يې يو تن پوليس او ٣ تنه مخالف جنګيالى ټپيان شوي . سيمه کې دځايى پوليسو مشر منلې چې جګړې ٢ ساعته دوام کړى او يو تن مخالف جنګيالى هم وژل شوي دي . چارواکو ادعا کړې چې د دښمن څخه يو اندازه وسلې هم پاتې شوي دي . ",خوست او نيمروزوکې وسله وال بريدونه شوي دي 3095,"هارون خپل - انګ� �يستان"," نن جلوه د بې رنګ زړه کي هُوَ ېدا سوه بياد ميني کورکي شور، مستي برپا سوه   دابې رنګ لکه درياب موج يې رنګونه ټول موجونه د درياب له زړه پېدا سوه   نوی نوی رنګ به ګوري به دې بحر که د چا برخه د دې بحر ماوا سوه    دا بې رنګ لکه آفتاب، ستوري � �نګونه په هر ستوري کي د يو آفتاب رڼا سوه    د هر رنګ نښان په ورځو کي هلاک سي د بې رنګ نخښه همېش،  تر ابدا سوه   د کثرت  په ټول  عالَم کي کرار نسته ځکه زړه  ته د وحدت د رنګ هوا سوه    چي مي خوند د بې رنګۍ پر خاطر وکوت د بې رنګ مينه تپاند په زړه، اروا سوه   د سرو شونډو، تورو زلفو بازار ولوېد چي روزي مي د بې رنګ د سينې خوا سوه   د بې رنګ د رنګ پر شان به زړګی ورکړي چي عشوه د سور ز� �غون له زړه فنا سوه   و هر چاته په يو رنګ، نظر ښکاره سي دې هارون ته په څو رنګ،  په څو ترا سوه   ",رنګ او بې رنګ 3096,," کندهار کې لوړپوړو فوځى چارواکومنلې چې ٤ تنه مخالف جنګيالى يې د ګډو عملياتو په ترځ کې د زابل ولايت د شاجوى ولسوالۍ د مبين کلى کې وژلى او ٣ تنه نور يې له ٥ ميله کلاشينکوفو سره نيولى دي . چارواکو ويلى دغه عمليات په ګډه سره د ملى اردو او ائيتلافى ځواکونوله لور ى ترسره شوى دي .په دغو عملياتو کې دولتى او آئيتلافى ځواکونه د چارواکو په وينا هيڅ ډول مرګ او ژوبله نه لري .هم دارنګه د طالب جنګياليو د ډلې يو وياند ادعا کړې چې د جمعې په ورځ يې د سيورى ولسوالۍ کې ٧ تنه دولتى عسکر وژلى دى . کندهار کې يو فوځى چارواکې يوازې د يوعسکر د وژل کيدو او ٤ تنو د ټپي کيدو پخلۍ کوي . ",زابل کې ٤ مخالف جنګيالى مړه او٣ نورنيول شوي 3097,,"   ولسمشر حامد کرزی تیره ورځ دکنړ ولایت دماڼوگۍ په ولسوالۍ کې ددغه ولسوالۍ دقومي شورا دمشر حاجي مرسلین په وژنه سخت خفه شوی او دا کار یې داسلام او دهیواد ددښمنانو بللی ولسمشر دحاجي مرسلین دکورنۍ غړیو ته تسلیت ورکړی او له امنیتي ځواکونو یې دنوموړي دقاتلینو دنیولو خبره هم کړې. ",ولسمشر په کنړ کې دقومي مشر پر وژنه خفه شوی. 3098,"هارون خپل - انګ� �يستان"," د زړه پر اسمانو مي څه لوخړو، توپانونو څه وريځو تورو تــورو يرغـــــلونـــــه وه � �اوړي لمبې د سرکښ اور وې دلوګيو شنې ډډوسکي غرغړې وې، سوي کرږ ي هرڅه مات او شکسته وه هرڅه وران او بُريـــــــده وه کنډوالې وه تعمي� �ونه وېجاړ سوي چمنونـــه تا ول ښار يې نسکور کړی دا مغــــــرورو لېــــــونيـــــــــــو بيــــــــــــا اټوم دی چـــــــــلولی يا د قهر يو څپـــــــــــــه ده عظمتونه يې ښکاريږ ي له هرځايه غضــب اوري قــــــدرتونه ظــــــاهِـريږی ياد سور شپېلۍ پو سوې لاښ و غـــــرونــــه اواريږي هره خوا د بلا کــــــــــــــــــــور و پرهر ځای يې شورماشور و نه رڼا وه نه پنا وه له تيارو سره مي خوا وه له دردونو رپېدمه له ټپونه ژ ړېدمـــه دا د خوب محشر اِلهام و د بــــابــــا د ژونـد انجام و دی ازاد او يګانـــه ســـــــــو دی د بل عـــالَم ډېوه ســــــو زه هارون بندي قفس کي ځنځـــــيرونو کي پېچــ� �ی دا قفس به ماتـــومــــــــه ! ځنځيرونـــه به شلومـــه ! داسمان پر لور به ځمه ! ",د بېلتانه محشر 3099,," ډاكټر محمدحنيف چي ځان د طالبانو وياندګڼي، وايي د پكتيكا ولايت د عامي روغتيا � �ئيس ډاكټر عيدمحمد دوى وژلى او موټر يې ترې بېولى دى. ډاكټر عيدمحمد پرون په داسي حال كي د نامعلومو وسله والو كسانو له خوا ووژل سو، چي له كوره مخ د كار پر لور روان و. ",طالبان وايي د پكتيكا د عامي روغتيا رئيس دوى وژلى 3100,هارون خپل - انګلستان," بې جنونه د عشق لاپـــــــــــــــــــــه ناروا ده بې منصوره انا الحق چيغه خـطـــــــــــا ده که له دين و دنيا تېر بر دلبـــر نســــــــــــ� �ي د يارۍ دعوه دوکه، تشه ريــــــــــــــــــــا ده چي اغيار د يــار حرم کي همخـانـــه کړي دکوربه د غېرت هڅه نــــــــــــــــــاســـــزا ده دعشق ناوې به پلو ور ښکاره نه کـــــ� �ړي څو له غېرو يې ياري و يـــار ته شــــــــا ده سمندر دعشق ښامار د بې باکـــــــــــــ� �انو په هر موج کي يې نېستي درد وبـــــلا ده دانېستي، درد و بلا د عاشق مينــــــــــــه د عاقل ډارن په هر د� �د کـــــــــــــــي ژړا ده نن دعشق مقام، لويي وګـــــوره دلتـــــــه! د عاشق زړګی د خدای مکان، مـ� �ـاوا ده کاينات راته کوچني، دلته ځاييـــــــــــــږم دا وينا ګوره اعجاز دلــــــــوی مــــــولا ده منافقو که باطن په ظــــــــــــــــــاهر پټ کړ اوس جامه يې د ظاهر، باطن رســـــوا ده اې په توره او توپک غــــره، مغــــــروره! نن اکبر جهاد له نفــــــــــس سره غــــــــزا ده که قاتل دقضـــــاوت پرګـدې ناست وي د انصاف چاره پوزخنـــــــد او تماشـا ده د يزيد دخون رېزېيو داستان هې� �ر ســـو چي پرقام دافغان هرلوېشت کربـــــلاده د وصال برخه عاشق يووړه هـــــــــــارونه! د دا نورو پر عالم کـَــــــــــــــــــچَه سوداده هارون خپل - انګلستان     ",د عشق لاپه 3101,"ها� �ون خپل - انګلستان"," چي د چا پر کوګل اور د ميني  بـــــ� �ـــــــل  سي له مستېيه بې کرار وي حـــــــــال يي بــــل سي دا د يار د عِشق جادو نه دی  نـــــو څــــه دی؟! چي د پېغلي پر ګــــــودر ُُزلفي ول  ول ســــــي لکه مست نيلی په هيڅ قېضه کښېنــــــــــوزي شور،شيشنی کړي په هرلوري يې غـوبل سي دعِشق اور، لمبې سرکښي، لېونـــــــــــــۍ دي د سرکښو لمبو ديد په هـــــــــر محــــــــــــــل سي د« خليل » د ميني اور، لمبو ته ګـــــ� �ــــــــــوره! د نمرود ترلمبو تېري يو پــــــــــه ســـــــــــــل سي چي د ميني لمرد زړه پر غــولي پرېــــــــــــــوزي په رڼا يي هره خـــوا څِراغ، مشــــــــ� �ــــــعل سي يو معشوق وي چي په زر رنګه جلــــــوې کړي پرعاشق باندي حـ� �ــــــــرام بل ته کــــــــــــتل سي څو وِصال د يار يي نه وي روزي ســـــــــــــــــ� �وی د بې هوښ عاشق پر هر لوري تکــــــــــــــل سي څوک مجنون کړي ببرسر،ګرېوان شکېــــدلی څوک منصور غوندي په دار يي ځـــــــړول سي عِشق غــــــزا د س� �ښندني، شهـــــــــــــــــــــادت ده څوځان نه ســـــــپاري هغه کلـــــه اتــــــــــ� �ـــل سي عاشقي د هر ډارن عـــــــــــــــــاقل کــــــــار نه دی په دې لاره کــــــي د زړه پر پښو مـــــــــــــزل سي چي دحورو غِلمان خوب ويني عشق نـه کړي چيري مينه او جــنون، چيري بــــــــــــدل ســــــي توکل، رضا، تسليم  د عشــــــــــــق زيــــنې دي بام د وصــــل ته د عشق پر � �ار خـــــــتـــــــــل سي بې کرارعاشق تر هست په نېستۍ خوښ دی دې نېستۍ کي دخپل يـــــار د وجود مل سي خونخوار درد د عشق نصيب د عــاشقانـــــــو ددې درد برخه نـــــــــــــــــــازلـــــه لـــــــــــه ازل سي دُر،ګوهر له دې دريابــــــ� �ــــــــه هغـــــه بــاســــــي چي له ځګ، کوبېيو تــېر غوټه په تـــــــل سي دعشق دېګ دخاموشۍ په سرپوښ پټ کړه! په طُغيان، عُصيان دعشق چاري مهـمل سي که هــر څو يي تعريف کاږم نه پـــــــــــــــــوهېږم! دعشق جام خوږ ت� �عسل  تريخ ترحنظــل سي له اغيار، غمـــــاز به ساتي د يــــــــــ� �ــــــــار مينه که بهره د عشق جوهرد« هارون خپل » سـي ",د عِشق درد 3102,ميرويس جلالزي," د افغانستان په سويل کي به د سوله ساتي ځواک  ايساف د سرتيرو شميره زياته شي په افغانستان کی د سوله ساتی ځواک ايساف مشر جن� �ال ديود ريچارد دا خبر وروسته له هغه وکړ چی د افغانستان په سويل کی د تاوتريخوالو کچه د تير هر کال په پرتله پراخه شوی ده .ريچارد چی د يکشنبی په ورځ يی په کابل کی خبريالانو ته خبری کولی د سرتيرو د زياتوالی اصلی � �امل يی په سويلی ولايتونو کی د نا امنيو پراخوالی په ګوتو کړ.هغه وويل چی سوله ساتی سرتيری ښکاری چی د ت� �هګرو په وړاندی چندان سم نه ځليږی . ",ايساف په سهيل کي د خپلو سرتيرو شمېر زياتوي 3103,ميرويس جلالزي," دا خبره د ماليې وزير  انوارالحق احدي د يکشنبې په ورځ خبريالانو ته وکړه.د احدي په وينا که هر څوک وايي چي د مامورينو د م عاشونو په لوړ والی به اداري فساد له منځه ولاړ شي نودا خبره بې اساسه ده او د اداري فساد په وړاندي بايد نوري � �اري تعقيب شي.احدي چي تر دې خبرو يوه ورځ مخکي يې له ولسي جرګې نه د سږ کال د بودجې تايد تر لاسه کړی و  ملکي مامورينو ته د معاشونو د لوړ والی زيری ورکړ.هغه په پای کي دولتي لوړ پوړي چارواکي هم په اداري فساد کي ښکيل وګڼل. ",اداري فساد د معاشونو په لوړ والي له منځه نشي تلای 3104,ميرويس جلالزي," قاري يوسف چي ځان له نا څرګند ځای په ګ� �ځنده ټليفون د طالبانو په کفالت د هغي ډلي وياند بولي وايي  د کندهار د ١٣٨٥ لمريز کال د غبرګولي ١٤ يکشنبې د ورځی چاودنه د هغوی کار ده او په دې چاودنه کښي يې څو تنه کاناډايي سرتيري وژلي دي .دا چاودنه چي په سيميز وخت لس بجې را منځ ته شوه او اصلي موخه يې د کندهار د والی اسدالله خالد او د کاناډايي سرتيرو د موټرو کاروان وو د پوليسو په وينا دولتي او بهرنيو سرتيرو ته يې مرګ ژوبله نه ده اړولې بلکي يوازي ٤ تنه ملکي وګړي پکي وژل شوي او ١٥ تنه نور ژوبل شوي دي . ",طالبانو د کندهار په نننۍچاودنه کي لاس درلود 3105,"ډاکټر ح سن لندن","   مسکی شي لکه ګل چې داشنا غیږ ته ور ځم            زه پرخه له خوښي شم په ژړاغیږ ته ور ځم مین که ګنهګار وي دګنا غیږ ته ور ځم                 ورځم لکه بړ بوکه  په  نڅاغیږ ته ور ځم پیغام د اداګانوئې چې لولم په ککو کې                � �فظونه شي بې وسه دمعنا غیږ ته ور ځم هرڅوکه دحالاتو له ګرداب ساحل ته وزم             بیا هم لکه موجونه د دریا غیږ ته ور ځم مفهوم دزندګي پسې چې ګرزمه حسنه                معنا شي رانه ورکه د معما غیږ ته ور ځم   ",معما 3106,حبيب الله غمخور," حبيب غمخور - سويډن۲۰۰۶ د جون لمړۍ نېټه پدې هيله چي دجوزا اتمه دهرات دپيښي په ډول يو وخت دملي ماتم ورځ اعلان نشي ! دروان کال دمۍ دمياشتي په 29 ورځ په هغو شيبو کې چې دپسرلی دورستی مياشتي دلمر وړانگو دکابل د زخمي او خرابه ښار ديوالو ته ناستو خلکو هډوکي تودول دپراوان څخه دبهرني وسله وال پوځ کا� �وان  يوه موټر دچارواکو او مسؤلو کسانو په وينا دتخنيکې ستونزو له مخي د سهارد ٨ بجوپه شاوخواکې د کابل او سالنگ ترمنځ پر لويه لاره دخيرخانې په سيمه کېپه  ترافيکي پېښه کې زموږ يو هيوادوال دژوند له نعم ته محروم او شپږتنه يې په وينو لژند کړل شوه. د ايتلافي ځواکونو په اعلاميه کې هم داخبره منل شوېده چې په دغه ترافيکي پېښه کې شاوخوا ١٢ گاډي ښکېل شول چې يو کس يې وواژۀ او شپږ نور يې ټپيان کړل .   (دغه احسائيه متاسفانه تر اوسه دقيقه نده )دغې پېښې هغه وخت د کابل ښار په شمالي څنډه کې زور واخيست او خلک  يې وپارول چې د ايتلافي ځواکونو کاروان ظاهرأ د پوليسو او خلکو له لورې کلابنده شو او هغوى هوايي ډزې وکړې . ايتلافي ځواکونه وايي د دوى يوۀ گاډي هوايي ډزې کړي او ځانته يې د وتلو لاره پرانيستې ده. دپېښي عيني شاهدان هم داوايي چې ددغو په اصطلاح هوايي ډزو په پايله کي يو شمير خلک مړه او ژوبل شوه ،چې گواکي ددغه حالت په ليدو سره دخلکو اح ساسات راوپاريدل . دکرزي او امريکا ضد شعارو په ورکولو سره يي خپل دڅلوروکالو راټولي شوې عقدي څرگندي کړې . خ� �کو د ايتلافي ځواکونو پر کاروان ډبرې واورولې . قهروړيو خلکو امريکا او کرزي ضد شعارونه ورکول .دډزو له زياتيدو سره د خلکو گڼه گوڼه ډيره شوه او ورو ورو يې په پراخو مظاهرو لاس پورې کړ . پدغه وخت کښې هغو ته چې له ډير پخوا يې دداسي پېښې انتظار ايستی موقع پلاس ورغله او دعادي خلکو له پاکو احساساتو يي يو ځل بيا دخپلو شومو او نارواارزوگانو دسرته رسولو په خاطر گټه پورته کړه . لنډ پرتوگي ،لوي لمني چې دپکول په عوض يې شنې رښکئ يې تر سر تړلې وې داحمدشاه مسعود دعکسو سره يو ځاي راووتل ، داکار ساده او تصادفي نه و ،اونه هم دبيچاره پوليسو زياته گناه ده ،ددغه حرکت تنظيم کونکی ددولتي قدرت او پوځي ځواک ځخه په استفادې سره چې يو يې دامريکايانو او کرزئ صاحب لخواتر لاسه کړئ اوبل يي له پخوادبهرنيو په مرسته درلودپه ډاډ سره  داحمدشاه مسعود عکسونه دهغه ښارکوڅو ته راويستل چې خلک يې په ژوند دليدونه بيزار وه ، ځکه خو تر اوسه دکابل بيچاره او زورېدلي اوسېدونکي په خپل کور کي ارام خوب نشي کولاي  اونه هم خپل کار وبار ته زړه ښه کولاي شي . دعکسو رايستل دامعنادرلوده چې دکابل ښا� �يانو او بهرنيانو ته ښکاره کړې چې ددوي سازماني کار دومره گړندی دی چي په يوه لهظه کښي کولاي شي خپل سړې دبي� �غو او عکسو سره دکابل واټونو ته راباسي ،يعني دکابل ښار بايد دا هيڅ کله هيره نکړې چې دنظار دنور بنسټپالو تنظيمو او گروپو سره يوځاي شورا دامريکايانو او کرزي صاحب په برکت  پر خپل پخواني حالت  پاته دي  . که سياف يو وکيل په پارلمان کې په بوتل ويشتلاي شي نو دوي هم دکابل ښار ته دپه سلهاوزره هغو بهرنيو پوځونو په شته والي کې چې وايي موږ دامنيت سا تلواو ټينگولو ته راغليو کولاي شي خپل ټوپکمار په وسلو او عکسو سمبال دام� �يکايانواو کرزي  په مقابل کي دغبرگون دښکاره کولو په بهانه راوباسي ،مگر دوي دا هېره کړې ده چې ټول افغانستان او په ځانگړې توگه دکابل ښار يو ماشوم هم پوهيږي  چې داشوراگاني ،مقاومتونه او تنظيمونه دکومو چينو نه اوبه څېښې ،او دچاپه پيسو او وسلو مغرور دې . دغه مظاهره ډير ژر د ښار بيلا بيلو برخو ته خپره شوه  .تر څو ساعتونو د ښار بڼه واوښته او داسې ښکاريدل چې امنيتي ځواکونه د پېښو په کابو کولو نه توانيږي . د اريانا خصوصي تلويزيون تر څو ساعتونو له امنيتي ځواکونو څخه په ژوندۍ خپرونه کې د مرستې غوښتنه کو� �ه خو تر هغو څوک ور ونه رسيدل چې  اعتراضگرو د دوى د دفتر په خولۀ کې يو شمير گاډي وسوځول او ځينې گاډي يې وتښتول . لاريونکونکود قومندان مسعود عکسونه او شعارونه له ځانه  سره  درلوده . د و� �ځي  په اوږدو کې د کابل ښار په بيلا بيلو سيمو کې ډزې اوريدل کيدې او بيلا بيلو ودانيو ته د مظاهره کوونکو له خوا اور واچول شو .د ښار په ځينو څلورلارو کې ترافيکي غرفې هم سوځول شوې  ، دروسي نشراتوله مخي دروسي دسفير دکور هنداري او دڅارگری دويډوکامري يي هم ماتي شوي دي ،د بيلابيلو دولتي او نادولتي سازمانونو، پانگوالو، د سرينا هوټل ، ډيرو گاډواودوکانو ته اور اچول شوۍ  دهوټلونواو دوکانو هنداري ماتي شوې دعيني شاهدانو په وينا له يو شميردسرو زرو دپلورلود دوکانو څخه يوه اندازه سره زر غلا شوي دي  ، د خيرخانې مينې د ليسه مريم په بازار كې يي بې شمېره مغازې او دوكانونو او  وركشاپونه  هم چور او تالان كړل . د كابل ښار د وزيراكبرخان مينې په سيمه كې زيات شمير كورونه لمړۍ چور او وروسته يي اور ونه ورته واچوو ل، په افغانستان كې د سترې م� �ستندويه موسسي ( پاملرنې) او داسې نورو بې شمېره  نړيوالو مؤسسوددفترو او ودانيو ښيښي ماتي شوې ، د ښاروالى په ودانۍ باندې د كرزي را ځوړند شوې  عكس  ته هم اورو اچول شو . د کابل وگړو او نړيوالو سازمانو ته د اوښتي مالي زيان  کچه ښايي ميليونو ډالرو ته ورسيږي . تر ټولو زړه بوږنونکې  داده چې پدغه سياسي  توطيه کې 15 کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړ او خپلوان يې دغم پر کمبله کښېنول  او تر 138 پورې  کسانود ټپي کړل شويدي . ښاغلی حامد کرزي په کابل کې د دغو پېښو له امله خواشيني ښوولې او دکابل ښاريانو نه يې دصبر اوحوصلي نه دکار اخيستلو غوښتنه وکړه . او ويې ويل چې امنيتي مسوولين  يې ورغوښتي او ورڅخه غوښتي يې دي چې د دغې پېښې پ� �ټنه وکړي . متاسفانه ډير ناوخته  !  ! ! ولسمشر کرزي له نړيوالو ځواکونو څخه هم د دغې پېښې په باب وضاحت غوښتى دى . دايوه ترافيکي پېښه وه چې تصادفي پېښه شوه ، ُعوام خلک نه پوهيږي چې و� �سمشر ولي دنړيوالو ځواکونونه ددې پېښي وضاحت غوښتئ  . هغوي بايد خوابدي وي چې ديوې ترافيکي پېښې په پلمه ددوې پر ضد شعارونه ورکړه شوه ،ديپلوماتان يې له ځايه بيځايه شول او مالي تاوان ور ورسېد ،تر ټولو مهمه لادا چې ددوي  او افغانستان دحکومت نړيوال اعتبار ته يې زيات  زيان ورساوه او ددوي شته والئ يي دامينت دټينگولو په نامه يوځل بيا دخپلو هيوادو دخلکواو نړيوالو په ذهنونو کې تر سوال لاندي راوست . خلک خاندي او وايي اوس چي په هيواد کې هر څه پېښېږې کرزی  دنړيوالو ځواکونو څخه دپېښې  دوضاحت پوښتنه کوي اوداپوښتني  هم کوم اثر نه ښندي . ډيره جالبه ده چې جمهور رئيس تاسف ښکاره کوي  او ام نيتي مسولين راغواړي  اودوي ته هدايت کوي چې دپيښي عاميلين دپيداکړ ي . څنگه کيداي شي يو بيچاره افسر هغه څ وک ( ددولتي او تنظيمي واک څښتن ) ترلاس ونيسي کوم چې دهغه سرنويشت دمرگ تر بريده دهغه پالاس کښي دي . له يوې خوا پردغه ټکي ټول اقرار کوي چې داديوي تصادفي ترافيکي پيښي پايله نه بلکي له هغي نه په ناوړه استفادي سره ددولت او اوسنئ ادارې په مقابل کې چې ځيني کسان خوابدي دې دخپلي خوابدۍ بيلگې  او گبرگون ښکاره کول يي ننداري ته وژاندي کړل  ، له بله پلوه رئيس جمهور امنيتي افسرانو ته ددي پيښي دعاميلينو دنيولو هدايت ورکوي . هر افغان چي کرزي ،دهغه دوياند ،صبغت الله مجددي او يو شمير نورو ويناوي او رېدلي او يا يي دبغاوت گرو په ليکو کښي لاسي بمونو ، تفنگچو ، کلاشنکوفونو او ان RPG توغنديو سمبال کسان ليدلي دي پدې ښه پوهيږي چې دا دترافيکي پيښي په پايله کي ديوه يا څو افغانانو وژل او زخمي کيدلو په خاطر دبهرنيو پوځيانو په مقابل کښي دمخالفت او کرکي ښکاره کول  نه وه ، بلکه  ددې پېښي تر شاه دپراخي استفادي لوي او غځېدلي لاسو نه و ه ؛ ولي ولسمشر پر دغه ټکي سترگي پټوي ؟ دا ځل بيا دکو مي گټي لپاره غواړي ددغو بيگناه وژل شوو افغانانو دژوند په بيه هغه تر لاسه کړې ؟ دمئ په 29 په همدغه ورځ د ولسي جرگې ريس يونس قانوني هم په خپل وار د مظاهره کوونکو له استازو سره وليدل او ډاډ يې و� �کړ چې د پېښې د عاملينو په نيولو ، سزا ورکولو او د تاوان په ورکولو به ټينگار کوي . دا معلومه نشوه چې دقانوني په اصطلاح  ((مظاهره کونکي )) اودامنيتي چارواکو په خبره(( شرارت گر ))، ددوي دا پنځه تنه نم اينده گان به څوک وي چې  په هغه غونډه کي  به برخه اخلي کوم چې دمي په ۳۰ جوړيږي . دا استازي چا اوڅه وخت بيا وټاکل چې ولاړ شي دپارلمان له رئيس سره وگوري ؟ څرنگه چې دپوليسو په � �يکو کښي دهغو پرونيو جگړه مارو چې جگړه يي حرفه گرځيدلی ده کمی نه ليدل کيږي اودقانوني دوزارت له وخته دا وزا� �ت تر غاښو دنظار شورااو جميعت دتنظيم له کسانو ډک دی . ځکه نو دخلکو داخبره حقيقت ته نږدي ده چې وايي  : کله چې بغاوت زور واخيست يو شمير پوليسو خپلي درشۍ وايستلې او دبغاوتگرو سره يوځاي شول ،اويا يې ددغه نامعقوله ح� �کت مخه لکه څنگه چې لازمه وه ونه نيول ، همدا دليل و چي دا اشوب ډير ژر دکابل دښار تر ټولو ناحيو پوري ورسيد . دکابل ښار يان به يوه مياشت نور هم دارامی خوب ونکړي ،هغوي دسرپه سترگو وليدل چي دابلواگر له کومي خوا شول ؟ داخونه  له اسمانه راټيټ شول ؟ اونه هم له مځکي راوزېږېدل ؟ دغه کسان د همدغه کابل په شاوخوا او خيرخانه کي اوسي او تل داسي حالاتو ته چمتوناست دي . داښورښ دهغوډلو او کسانو لپاره چي يو ځل بياپر بهرنيانو ځان گران خرڅ کړی يو لوه لويه برياوه . دا غبرگون نه و دايو سياسي منظم حرکت و . څوک دامنلاي شي چې د موټر دټکر نه وروسته سم دستي يو شمير  کسانوشني پټي پر سر وتړلې اودمسعود عکسونه  يې له کورو راوايستل،په چېغو يې پيل وکړ،داعمل ددې ښکارندوي دې چې دکابل په ښار کې تر واسه لامنظم دتنظيمونو سړې دشنوپټو ،عکسو او ماشين گڼو سره ناست دي کله چې هدايت ورته وشي راوزي ، دا دوه مليونه موبايل تلفونونه خو يوازي دسوداگرو پلاس کي ندي ، ددغه ډول کارو دتنظيم لپاره هم پکار وړل کيږې . يو عيني شاهدنړيوالو راډيوگانو ته وويل چې ډير ژر پسله هغه چې دموټر دټکراو يوافغان وژل او دڅو تنو زخمي کول دحاضرو خلکو احساسات راوپارول او دبهرنيانو پر موټرو او ټانکو يي دډبرو په وارولو خپله غوسه څرگنده ول په دريو پيجارو موټرنوکي دشمالي ټلوالي يوشمير سپاره کسان چې داحمدشاه مسعود عکسونه يي پر موټرو نسب کړي وه په غوسه شوې خلک ،غښتلو نااراميو ته وهڅول ،دزنده باد احمدشاه مسعود ،مرگ بر امريکا ،مرگ بر کرزی شعارونه يي سر کړه . دادمنلو وژ خبره نده چې وايي  دايو خودي حرکت واو خلکو دموټر دټکر له امله دوينو په ليدو سره په غوسه  راغلل، څنگه دومره ژر ددوساعتونه په کمه موده کښي دکابل ښار تر دريمي کارتي او اريانا تلويزيون د تعميرترسوځولو پوري ورسيدل ؟او خپل استازي يې سمدستي پارلمان ته دمعينو خلکو سره دليدلو لپاره ولېږل ،تر څو پارلمان دعاميلينو دمحکمي غوښتنه وکړي ،کاشکي پارلمان دومره خواخوږئ واي چي دملت غم ورسره واي ! هغوي هر ورځ دخپلو گټو دساتلو لاري چاري لټوي ،که دوي په رښتيا دملت دمشک� �اتو دله منځه وړلو لپاره کار کولاي ديوه ټکر ثمره به دکابل په ښارکي ددوکانو دفترونو او کورونوسوځول ، چور او چپاول نه واي . ددي ټولو نا امنيوپه رامنځته کيدوکښي دولتي او پارلماني  يو شميرچارواکي دروند اوملي مسو� �يت لري . دکورنيو چارو په اعلاميه کې دغه ټکی دتأمل او بحث وړدی : ((  دولت مصمم به پيگيري اين حادثه بدون در نظر داشتن مسايل سياسي است )). داپدي معنا چي له اوله سره دولتي چارواکو ته معلومه وه چې ددترافيکي پيښي پر سر دخلکو دخفگان او غبرگون ښکاره کول ندي ، دپردي شاته بله مسله اوکومه بله زور ازموينه � �وانه ده. پدغو دو ورځو کي دجمهوررئیس  دوياند، دملي دفاع اوکورنيو چارودجگپوړوچارواکو په خبرو کښي چې  له راديوگانو سره يي درلودې که سړې دقيق ورته متوجه شوی واي هم  واضح داښکارېده چې دوي يوڅ ه په سترگو ويني او پوهيږي ، مگر دويلو جرات يي نلري . دازورېدلی ولس نه پوهيږې چې کله به دا دقدرت خاوندان � �ښتيا  او هغه څه چې دوي يې په سترگو ويني دملت سره شريک کړې .  ددې لپاره چې ولس له دغو ف� �يشانيو نه خلاص شوی وي ښه به داوي  هغه څه چې په ديگ کښي دي په کاسه کې راوايستل  شي . که دولتي چارواکي دهغه چاداعمالو کوم چې هيواد دخرابيوپه لور کشوي درسواکولو توان ونلري اوونشي کړاي  دهغو کرغيړل لاسونه � �نډ کړي،   پدغه صورت کې به پر ځاي وي چې بهرنيانو ته وويل ستاسو يي په مخه ښه ، موږ د هيواد جوړونې جوگه نشو کيداي  . که دغه ډول دملي گټو خلاف مصليحتي سياست او دډارله احساس نه ډک چلند نور دوام پيداکړې حتمي ده چې داوطن  به ديوي بلې ملي غميزي په لور دهغو پلاس درومي  کوم چي همدا اوس خلکو ته دخدمت په نامه دسر په کاسه کې خواړه ورکوي  . د افغانستان د مشرانو جرگې مشر صبغت الله مجددي په ملي شورا کې هغو کسانو ته چې دکابل ښارپه  پېښو کې يې خپل خپلوان وژل شوي يا ټپي شوي وه . پداسي حال کي چي د ولسي جرگې ريس يونس قانوني ، اداري پلاوى او د دغې جرگې د دفاع او کورني امنيت د جرگه گيو غړي هم ناست ول  وويل : دا پروني لاريونونه  لا له وړاندې پلان شوي وو ،دا يوه ناڅاپي پيښه نه وه بلکې له وړاندې نه ورته د دۀ په وينا يو شمير خام تمه خلک سترگې په لاره وو. د هغه په وينا په دومره لږ وخت کې له لاريون کونکو سره د وسلو شته والى او هغه شعارونه او عکسونه چې دوى له ځانه سره ليږدول څه اسانه کار نه وو . مجددي صاحب رښتيا واي پدې هر څوک پوه شو چې دغسي يوې پيښي  ته چې ددوي پلاس بهانه ورکړې ترڅود خپل منظم  شتون څخه دکابل ښاريان ، کرزی او بهرني ځواکونه او � �يپلوماتيکي موسسې خبري کړې او په سيمه کښي دبې امنيتويو په راوستلو کښي خپله بر لاسي ننداري ته وړاندي کړې داکسان تل چمتو ناست دي  .   پدغه کتنه کې  يونس قانوني دغو کورنيو ته ډاډ ورکړ چې پر دولتي چارواکو به فشار راوړي تر څو ژر تر ژره د دغو پيښو عاملين د قانون منگولو ته وسپاري .   مگر له غون� �ي بهر خلکوو اوکابل ښاريانو ته تر اوسه معلومه نده چې قانوني صاحب به ددولت نه دکومو عاميلينو دجزاغوښتنه کوي ؟ دټکرسوي موټر له ډريورنه، يا هغو نه  چي وايي هوايي ډزي يې کړې ،اوکه هغه چي دکورنيو او ملي دفاع په خپروشواعلاميو کي ورته هدايت شوی وچي دچپاول گرو مخه په هرډول چي کيږي ونيسي او امنيت تأمين کړې ،اوکه دهغونه چي دپردي شاته يې هر څه له پخوا دداسي ورځو لپاره پلان کړي وه اوپه ډيره اسانی سره يې وکولاي شول  داسي سياسي بهره برداري وکړې چې فکر يې نه کيده؟ .   بلي  ! پدي پيښه کي امنيتي چارواکوته يوه اندازه  گوت نيوه نه پرځاي ده ،رښتياهم دامنيت دټينگولو مسوليت لري ، مگر زيات مسؤليت دهغه چا په غاړه دی چې وروستی خبره کولاي شي . دايو څرگند حقيقت دی تر څو دولتي واک دتنظيمو ،جنگسالارو ،دهيروئينو دپټو او ښکاره سوداگرو ،او بنسټپالو ډلو ټپلو  پلاس کښي وي له هرې حاديثي به همدا ډول ناوړه استفاده کيږي .   پوليس ددغه ډول دقدرت دخاوندانو په وسيله د ماهرانه تنظيم شوو دسيسو د� �نډولو هيڅ وخت جوگه کيداي نشي ،دجلال اباد پېښه ډيره پخوا نه ده تيره شوې . هغه پېښه بايد دعبرت درس  واي ،ه� �ته پاکستان دځوانانود احساساتو نه په ناوړه گټه اخيستلو سره دجلال اباد ښارته اور اچاوه ،داځل يې دخپلو پخوانيو انډيوالانو او روزل شوو پوسيله داکار سرته ورساوه . پدي ټول پوهيږې  متاسفانه هغوي چې وضعه ناامنه کولاي شي تر اوسه لا دومره برلاسي دي چي څوک يي دنوم اخيستلو جرات حتا په کور کې هم نلري . دلته ديوه ټکی يادول اړين بولم چې زه ټول قهرېدلي خلک بغاوت گر او دپردو نوکران نه بولم  ،زما اشاره هغوته ده چې دعيني واقيعتونو له مخې يې دااړيکي او له هيواد سره ددښمنی احساس دلمر په شان څرگندي دي . د کابل ښار د دوشنبې د ورځې د تاو تريخوالي له ډکو لاريونونو نښې نښانې په سړکونو د پرتو خښتو ، ډبرو او ماتو هندارو په بڼه تر اوسه لا تر سترگو کيږي . په واټونو او څلور لارو کې د پوليسو تر څنگه د ملي اردو سرتيري ولاړ دي ،د کابل اوسيدونکې هم زړه نازړه دمجبوريت له مخي ديوې گولي مړئ دپيدا کيدو لپاره دښار واټونو ته راوزي او هر څه په ځير څاري . ته به وايې د اوښتي تاوان جاج اخلي .  د ښار دننه په کرارۍ سره رامينځ ته کيدونکى دغه حرکت او ورسره يو ځاې د ښاريانو چوپتيا او خواشيني کټ مټ دپخوانيو تنظيمي جگړو په مهال د کابل  بڼې ته پاته کيږي . داسې چې د توغنديو د راپ� �يوتو او کوڅه په کوڅه د ټوپکونو او ماشيگڼو د ډزو په مهال به هر سړى په خپل کاله ننوت اوکله چې  به ډزې ود� �يدې  نو ښاريان به ورو ورو بيرته په واټونو راڅرگند شول . پسله څلوروکالو دکابل اوسېدونکو يوځل بيا هير شوی رواني شوک وليد . دکابل  گڼ شمير ښاريان د دوشنبې د ورځې په دغو ناکراريو کې د ورانکارو د و� �گډيدو خبره هم په زغرده کوي . دوى دا گڼي چې د مظاهرو پيل بل ډول وو، خو وروسته يې واک ورو ورو د داسې کسانو په � �اس ولويد چي په لاسي بمونو ، تفنگچو ، کلاشنکوفونو او ان RPGتوغنديو سمبال وو . په دې مينځ کې � �ير عيني شاهدان هغو کسانو ته هم گوته نيسي چې سرونه يې په شنو تسمو تړلي وو او د شمالي ټل والې د پخواني قوم اندان احدشاه مسعود عکسونه يې ليږدول . عيني شاهدان دا هم وايي چې دغو کسانو د قوماندان مسعود د ارمانونو په پلوۍ او د ولسمشر حامد کرزي په مخالفت کې شعارونه ورکول . دې هر څه ته په کتو سره اوس لويه پوښتنه دا ده چې اېا په پلازمينه کابل کې د دوشنبې د ورځې له چور تالان او درا نه تاو تريخوالي ډکې پيښې په ريښتيا هم  د يوې ترافيکي پيښې پايله وه او که تر شا يې د حکومت د بې اعتباره کولو لپاره د کومې ډلې منظم پلانوپلي کول او لاسوهنه وه؟ . د کابل ښاريان د تاو تريخوالي د خوريدو په اړوندلويه نيوکه دا ده چې پوليسو له يوه لورې گواکې په ډزو سره لا زياتې پارونې کړي او له بل لورې يې په کمزوري غبرگون سره ورانکارۍ او تالان ته � �اره پرانيستې ده .   د ژوبلو کسانو د کورنيوځينې غړي هم دعوه کوي چې خپل خپلوان يې گواکې پو� �يسو ويشتلي دي . د عبالحميد په نامه د کابل يو اوسيدونکى له همدغه ډلې څخه دى دپوليسو دبرخو� �د په هکله وايي : (( خلک يې نور هم پارول . په مردکو يې ويشتل . زما ورور يې وويشت او زه يې هم وپارولم . وروسته چې مې هر ورانى مخې ته راغى ، مخ مې ترې وانه ړاوه .))   پر پوليسو دا نيوکه هم ده چې ډير يې گواکې د تاو تريخوالي په مهال له خپلو امنيتي پوستو وتښتيدل يا يي يونيفورم وايست  او ډگر يې په لوى لاس ورانکارۍ او تالان ته پريښود . د اريانا تلويزيون يو شخصي ساتونکې  چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي ، همدې ته گوته نيسي (( له شپږمې حوزې نه مو پوليس راوستل . خو هغوې زموږ د کارگرانو جامې واغوستې او بيرته وتښتيدل . خپلې وسلې يې هم موږ ته راپريښودې . )) خو د پوليسو د همدغه تښتيدلوسرتيرو له مينځه يو تن چې په خپله تيښته اعتراف کوي خو نه غواړي چې نوم يې واخيستل شي وايي : چې يو خو دوى ته د ډزو اجازه نه وه او له دې کبله يې د ځان دفاع نشوه کولاي ، بل په دې هم گواکې ډاډه نه وو چې که ژوبل شې نو حکومت به يې څه غم وکړي که نه ؟   هغه وايي :   (( زه يو ځل په پل سوخته کې د دندې په مهال ژوبل شوم . په سر مې د کلاشنکوف گولۍ ولگيده . خو چا د  درملو لپاره يوه روپۍ هم رانه کړه . ټول لگښت مې له خپله جيبه وو. له بل لورې د ډزو اجازه هم نه راکوي . تاسو وواياست ، دلته کښينم چې مړ مې کړي او که دا ښه ده چې وتښتم .))   په نوي ښار کې د سيټي سنټر په نامه د سوداگريز مرکز يو هټيوال چې لوټمارو يې هټۍ ته دروند تاوان اړولى و   امنيتي ځواکونه له همدې اړخه پړه بولي . (( د کورنيو چارو وزارت ته ورڅيرمه د غيرى حکومتي موسسې يو کارکونکى چې خپل نوم محداصف ښېي هم تور لگوي چې د وزارت ساتونکو ته يې د مرستې ډيرې چيغې ووهلې خو چا پرې غوږ ونه گراوه .))      د((  د اې – ار – ډي » په نامه يوه بهرنۍ موسسه ده، د کورنيو چارو له وزارت نه لږ ډير 200 متره واټن لري دهغي کارکونکی وايي  دغه وزارت ته مو څو ځله منډې وکړې او مرسته مو ترې وغوښته . هيڅوک مرستې ته رانه غلل . له هماغه ځايه يې زموږ د دفتر د لوټولو او تالان ننداره کوله . ))  د  BBC   له نشراتو څخه د ولسمشر د دفتر ريس جاويد لودين هم تيره شپه له يوه خصوصي تلويزيوني چيل سره په مرکه کې د کابل د دوشنبې د ورځې د پيښو په وړاندې د پوليسو چلن خورا کمزورى وباله . دې ټولو نيوکو ته د کابل د امنيه قوماندان ځواب دادى چې حکومت بايد د پوليسو غښتلتيا ته جدي پام واړوي . � �وماندان صاحب رښتيا وايي پدغو پوليسو ددې وطن دامنيت ساتل له حقيقت او باورنه ليري خبره ده ، رښتيا خوداده چي دکورنيو چارو وزارت لکه بل هر وزارت په زياته کچه تر اوسه دتنظيمو تر سياسي تاثير او نفوذ لاندي دی ،زماددې خبري سره په پارلمان کې وکيله اغلې ملالی شينواري هم ملگرې ده . په رښتيا سره هغه شمير افسران چي غواړي وطن ته خدمت وکړې ،په هيواد کې سوله او امن راولې  هغوي په يوه اوبل نامه بدناميږي اويا يي لږ تر لږ ه دبدنامئ لپاره سياسي پلانونه سنجول کيږي تر څو هغه دگوتو په شمار دمسلک ،پوهي او مهارت خاوندکسان چې دهيوادوالود چوپړ سره مينه اوعلاقه لري  کار پرېښودلوته مجبور کړي او يايي دوي پخپله گوښه کوي . دبي بي سي سره په مرکه کښي  دپارلمان وکيلي ملالی شينواري  پردغه ټکي ټينگار وکړ چې په دولت کي يو لړ سياسي ستونزي شته ،وه يې ويل ولسمشر بايد په ځينو وزارتو کې مسلکي کسان مقرر کړې . زه دهغي ددې خبري په طايد داورايظافه کوم چې ولسمشر  که غواړي په ولس کې محبوبيت تر لاسه کړي په ټولو وزارتو کښي بايد نه تنها مسلکي بلکي دمسلک تر څنگ دپاکو لاسو او ملي احساس لرونکي کسان وټاکي . که هغه دخلکو دغه خوابدئ ته چي همد اوس موجوده ده جدي پاملرنه ونه کړي ډير ژربه دا خوابدی ولس ددښمن او پرديو دنامقدسو ارمانونو دسرته رسولو ښکار سي  ،په هغه صورت کې و� �سمشر په هيڅ ډول ځانته دخلاصون دلايل نشي پيدا کولاي ،په رښتيا سره دکرزي غيري قاطعانه او دبې ځايه معاملو دسياست پايله ده چې هره ورځ يادطالبانو او يادبهرنيانو دحملو په نامه زورېدلئ افغان خپل خوږ زوند دلاسه ورکوې ،دا تاريخي مسوليت به دتل لپاره دولسمشر په غاړه وي .  پدغه پيښه کې ديو شمير پوليسواو ام نيتي ځواکونو داډول کړنه دافسرانواو مسؤلينو په مقابل کښي د عادي پرسونل (پوليس) دخپل سری روڼه بيلگه ده ، يودليل ېې دا هم کيداي شي چې تر اوسه دکورنيو چارو دوزارت  عادي پوليسو ددولت لخوا دحمايي  کومه نښه نښانه  نده لېدلې اوپر دولت بې اعتماده دي ، طبعي ده کله چې ساتونکي پر دولت بې اعتماده وي هغوي دامنيت ساتلو ته د ناببره خطرمنلوته زړه نه ښه کوي .  دپوليسو ددغه کس خبره چې وايي : (( زه يو ځل په پل سوخته کې د دندې په م هال ژوبل شوم . په سر مې د کلاشنکوف گولۍ ولگيده . خو چا د درو درملو لپاره يوه روپۍ هم رانه کړه . ټول لگښت مې له خپله جيبه وو. له بل لورې د ډزو اجازه هم نه راکوي . تاسو وواياست ، دلته کښينم چې مړ مې کړي او که دا ښه ده چې وتښتم .))    په حقيقت کې دټولو پوليسو غوښتنه او گوت نيونه ده ،جگپوړې چارواکي يې بايدپه غوږ و ښه اورې اودحل رښتيانی لاره يي ولټوي ،تر څو امنيتي پرسونل ځانونه دقانون او حاکميت په حمايه کښي احساس نکړې له هغوي نه  پدغو نازکو او برخه ليک ټاکونکو حالاتوکې دامنيت  دساتلو غوښتنه او پوښتنه بيځايه خبره او ځان غو � �ونه ده . دبي بي سي دخبر په حواله دمې په 31 نيټه په ارگ کښي په ا صطلاح جهادي مشرانو او نورو جگپوړودولتي چارواکو په گډون يوه گډه غونډه جوړه شول ،اول پوښتنه داده :  تر کومه بايد يو شمير هغه کسان چې دافغان ملت پر سپېڅلې جهاد يي تجارت کاوه او اوس هم پر همدي لار روان دی ،جهادي مشران وبلل شي ؟جهاد لاډير پخوا ختم شو،له هغي ورځي چې روسانو افغانستان پرېښود ،تر هغه راوروسته ددولتي چوکيو پر سره جگړه وه چې دپاکستاني استخباراتو، ايراني اخوندانو او عربي شيخانو په هدايت دامريکا او پاکستان دڅارگريو اداروپه مټ  پر مخ بيوله  ،تر څودغو دجهادرهبرانو او تنظيمې ډلودسرغنه وو په  موجوديت کښي  ېې کابل په وينو ولاړه او ښار په قبرستان بدل شو. سوال دادی که دجوزاداتمي پېښه ملي ارزښت ولري بايد دپارلمان ملي شورا او ټولو سياسي گوندنو مشرانو سره گډه غونډه شوې واي ،دهغوي سره هر څه په جرات ويل شوي واي  او دمرستي غوښتنه ځينې شوې واي ؛  نه  دهغو سره  کوم چې دکابل  دښاريانو ، سياسي کورنيو او بهرنيو څيړونکو په اند ددغې پېښې  اصلي عاميلينو شک ورباندي کيږي  . ځيني دولتي چارواکي په خپلو خبروکي داټکی په گوته کوي  چې ددغه په اصطلاح � �اريون څخه ځيني کسانو پراخه سياسي گټه پورته کړه . دکابل دښار له وروستئ پيښي نه داسي نتيجه اخيستل کيږي چې : دڅلورو کلو په تيرېدوسره دبې شماره بهرنيو پيسو په مصرف سره ،دبې وسلې کولو ،ددولتي ادارې څخه دتنظيمونواو غيري مستحقو ډلو دتاثير دکمولو،په هيواد کې دټولو ناقانونه ډلو ټپلوپلاس کې وسله راټولولو او په سيمه کې دهغوي دسياسي او پوځي تاثيراتو کمولو ،ددموکراسی ،بيان او عقيدي دآزادی دتأم ينولو دخبرو اوپه خلکو  په پټو سترگو دخپلو برياو دمنلو سره سره دادې تر اوسه لا هغه ځواک چې افغانان يي دنامه سره حساسيت لري دبهرنيو ځواکونو او ښاغلي کرزي دغير عادلانه او مصليحت اميزه سياست  په برکت  لا پر خپل حال پاته دی يعني : ا/  تر اوسه لا تنظيمونه تر غاښوپه وسلو سمبال دي . ۲/ په دولت او پارلمان کښي پدغه ورکړه سوې ونډه لاهم ناخوښه دي يعني دوي ځانونه په دولت کښي دکامل واک اوبې سياله صلاحيت مستحق بولي . ۳ / هر هغه پرېکړه چې دتنظيمي واک څخه  ددولتي اداري دخلاصون په مخه وشي دوي يي مخالف دي . ۴ / داکسان دبهرنيانو دډار او هغوي سره دمعاملې پر بنياد دځينو متم دينو اوښتنو سره دتصديق او موافقي سر ښوروې ، کنه ددغه ټکي په پوهيدوسره چې په دموکراسی ،دعقيدې او بيان په � �زادی ،دعلم او معرفت په پراختياکې ددوي زوال دئ په هيڅ صورت دهغودپلي کولو منلو ته تيار ندي ،چې توان يې رسيږې داسلام دپاک نامه او ملي منل شويو عنعناتو څخه په ناوړه  استفادي سره دهغوي دپلي کيدو په مقابل کې خنډونه پېښوي  . ۵ / تر اوسه لاددوي لپاره دقانون په پرتله خپلي پرېکړي دمنلووړ دي او په پلي کولو يې ملت مکلف گڼې . ۶/ دوي  ديويشتمي پيړی دعلمي او فرهنگي لاسته راوړنو څخه داستفادي کلک م خالفين دي . ۷/ په خوله دښځو دحق ددرناوي خبري کوي مگر په عمل کښي هغه ته دانسان په سترگه نه گوري . ښه بيلگه يې په پارلمان کې وروستۍ پېښه ده . داسي معلوميږي هغوي چې دهيواد او هيوادوالود برخليک دټاکلو واک پلاس کښي لري دخلکو دغوښتنو ،گوت نيونو او پوښتنو  سره يې معافيت حاصل کړئ .او ځان دخلکو دغوښتنو په پلي کولو مکلف نه گڼې . زموږ په ټاټوبي کې تاريخي تجريبوپه وار وار دا ثابته کړېده هر هغه دولتي ځواک چې دهر څومره بهرني قوت او پوځ لخوا يي ملاتړ شوی  کله  چې يې  دولس دغوښتنو په مقابل کې بې پروايي او هغوي ته د غوږ نه نيولولاره خپله کړېده ،يادهغو دپلي کولو لپاره يې دعملي گامونو داوچتولو نه � �ډه  کړې له منځه  تللي  دي  . په اوسنيو حساسو شرايطو کښي چې زموږ دهيواد او هيوادوالو کورني او بهرني دښمنان  تر افغان بې دفاع ولس برلاسی دی ،او هر لهظه په هيواد کښي  هر ډول ستونزي چي يې گټي ايجابوي ولس  ته خلق کولاي شي ،دملي گټو په پوهيدوسره  دبنسټپالو له په وينو لړلو م نگولوڅخه د افغان ولس دخلاصولو په خاطر  دبهرنيانود پوځي مؤقتي اوسېدو سره ((دهمدلته اوسئ)) سر ښورولئ دئ  . متاسفانه دهغو تر واک او سلطي لاندي چې په لومړيو ورځو کښي يې ويل موږ دلته راغليو چي دجهالت او بربريت کمبله ټوله کړو ،ددموکراسی پلي کيدو ته لاره پرانيزو، دغو بنسټپالو وکولاي شول  په ټول دولتي واک کښي دغوښن ځاي په لرلو سره بيا هم دپاکستان او يو شمير نوروهيوادو په اشاره چې دوي ته دډيرو امتيازو وعدي ورکوي  ددوستئ او اسلامي اخوت دکلمې څخه په ناوړه استفادي سره غواړې په هيواد کې امنيتي وضع گډه وډه کړي ،بهانه يې جوړه ده هر څه پر طالبانو تپلاي شي . دوي غواړي  پخپلو پټو او ماهرانه دسيسو او نا امنيورامنځته کولو سره بهرنيان مجبور کې چې له افغانستان څخه پښي وباسي  .  دوي به هغه وخت خوشحاله وي  ؛ولې دا زورېد� �ی ولس به يو ځل بياددمنځنيو پيړيو دوحشت او بربريت د شرايطو دپلويانو په تورو منگولوکښي  راشکيل وي او دژوند له ډول ډول ستونزو سره لاس په گريوان وي. دادپرديو په زور څه نيم بنده  مثبت تغيرات چې راغلي دابه هم ديوي بلي جگړي داورپه لمبو کې وسوځيږي  . افغانان باید پدې پوه وي چې داحرفوي جگړماراو ددو� �تي قدرت وږي  هيڅ وخت په افغان وژنه او وينه تويونه نه ستړي کيږې ،په هر قيمت او هر نوم چې وي ،دهر چادغلامي په برکت چې کيږي  دوي يوازي او يوازي دځان لپاره پر افغان ولس باداري غواړي او بس  . په دې هيله چې دجوزا اتمه دهرات دپيښي په ډول يو وخت دملي ماتم ورځ اعلان نشي .   ",دا قيام و که بغاوت ؟ (د حبيب الله غمخور ليکنه ) 3107,اسد اسمايي - پاريس," ا سد اسمایي ۱۶ می ۲۰۰۶ پاريس هنری بیان د ستړو احسا ساتو سمبالو ل دی  ( جان دیوی ) منطق دتفکر او په نتجه کی دتخیل دښمن دی  ( هایدګر )   هنري شعر (  ۱ )   دشارل بودلرپه نظرشعر له ځانه پ� �ته بل هدف نلري، هغه به ویل :  شاعراوسه ان پّه نثرکي که د ویکتورهوګو، دهنر له هنر څخه چي تیر شو ضرور نه ده � �اعر نصيحت وکړي او یا چا ته پند ورکړی او حتی دایا هغه بې خونده حقیقت بیان کړي . د ادګارالن پوپه الواک که تصادف په پام کي ونه نیسونو شعر له وظیفې ، دندي اوحقیقت،ګټي اومفدیت سره کار نلري۰ ّ  افلا طون د شعرّّّ ّه مسولیت ټنگار کاوه ولي ارسطو چي شعريې مخیل کلام  باله د شعر هنریت ته یې اهمیت و� �کاوه . هیڅوک نه شي کولاهنري شعر چي د فرا منطقي اوتحت الشعورنا خود اګاه فوران دي د وچ منطق په ځواک تعریف کړي د هنری تمایلاتو په هکله عقلي او منطقي قضاوت یوه بې ځایه هڅه ده.  ( ۲ ) که شاعر تصمم ونیسي چي شعر ووایي شعر به یې شعار ته ورته وي ځکه نه یوازي  � �عر بلکي ټول هنري تمایلات له منطقه ور ها خوا توکیو سره سر وکار لري زموږ ښکلا خوښیږي او له هنر څخه خوند اخلو دا ځکه په تخیلي دنیا کي   سانسور شوي سرکوب شوي او شاته تمبول شوي ارزو ګا ني احساسات او عواطف په هنري دنیا کي لږتر لږ او تر یو حده  ازادیږی.. شاعر او بل هر هنرمند زموږد نا خود اګا ه نامریي زیرموڅخه د سمبول  تصویر او تمثل چي زموږ په زړه کي پټ پراته د عقلي کنترول او منطقي ضوابطو له فشاره څخه تر یوه حده ازادوي . شعرویل په یو تعبر دخوب لیدلو حالت ته ورته دی  ځکه هیڅوک د پخواني تصمیم له مخي خوب نه ویني لکه څرنګه چي د پخواني تصمیم له مخي شعر نه وایي. بله داچي هغه نشی سمبولونه رنګونه اوتصویر او تمثلونه چي موږ یې په خوب وینو دی ورته نښانۍ، سمبولونه، او تمثلونه په هنري شعر کي ځان ښيي . له بلی خوا ډيري داسي نمونې شته چي نقاش د رنګونو په کمک هنري شعر نقاشي کړي . ( ۳ ) دا خبره رښتیا ده چي تول هنرونه  غواړ ي د موسیقۍ سرحد ته عروج وکړي ولي ددې تر څنګ داهم یو اصل دی چي کله چي سیاست شروع شي ، هنر ختمیږي. که شاعر دنورو دشاباس او افرین د تر لاسه کولو په خاطر شعر ووایي هنري ارزښ به ونلري. هنر نه له واقعيت سره مقابله ده او نه له هغه څخه تیشته .ولي هنر اثر د طبعي دنیا انعکاس نه بلکي د هنرمند له تخیله پرته ناممکن دی . هایدګر به ویل ژوري خاطرې دشعر شېرازه سرچنه ده شعر الهام ته ورته دی چي کله د سرچنې به  معکوس لوري جاري کیږي . هنر نه یوازي ځانګړی   - زه .-   په  - موږ -  بدلوی دهنرمند ځانخاني دنورو په وجود کي منحلیږي .   ",د هنري شعر په اړه د ښاغلي اسداسمايي ليکنه 3108,"محمديوسف خدمتګار مزدورزوی"," نوردې له غاړې ټو پک لرې کړه قلم واخلهپښتونه  ګام  د نړ يوالو  سره  سم  واخلهنن دزړو وسلو دوران تيرشوئ بل زمان دئبچو ته  وايه  د مکتب  په لور  قدم واخلهورور دې له لاسه ځيني ونيسه د خوره سرهځان  دسيا لانو سره سيال کړه جام دجم واخلهد ا تفا ق  يو و ا لي ستني کو ر کې ود ر و هد خو ږ و  ز ړ ونو رغېد و لره ملهم و ا خلهدپلار نيکه شان اوشوکت او دبدبه په يادکړهبيا دې  دکو ر د ننه  وګو ر ه قد م واخلهلوم ړئ له تا نه ټو لو زده کړه د ژوندون کولهڅه  تجر به د ژ و ند ا نه له زير وبم واخلهترڅوبه ته خواراوحيران اوسئ په خپل وطن کېدنوي ژوند په لوري پوهه له عالم واخلهپه منفي سترګو هر څه مه ګوره اولاس په کار شهقدم  د ژ و ند په طريقه د بنيا دم واخله     ملي مشرانو لار ښوونکو باندې قام راټول کړهپه علم  پو هه واک له حقه سره سم واخلهدخد متګار دغه پيغام په او� �ادو تطبيق کړهد يو سرلوړي ژوند په لور ور له قلم واخله             کلا کر ويک  ناوې",پيغام 3109,هلمند هاشمي,"   نه دې  پښتو نه دې اسلام وګټو نه دې وطن  نه دې افغان وګټو نه دې پښتو ته څه خدمت وکړلو  نه دې په تو� �باندې ننګ وګټو نه دې  پيسه نه دې ايمان وګټو نه دې  دمور او پلار وساتو نه دې وطن ته څه خدمت وکړو نه دې  اسلام ته څه تبليغ وکړو نه دې د خاورې نه  کافروشړو نه  دې د چاسره ملاتړ وکړلو نه   ژبه باندې ټينګ پاتې شوې نه دې په  امانت  کې  څه خيانت پريدو نه دې د قوم سره  څ ه  وعده پوره کړه نه دې  ګوڼدو يتيمانو سره مرسته وکړه نه دې مظلوم ته څه انصاف ورسو نه دې په حراموباندې لاس ونيو     ",غزل 3110,شېر علم امله وال," شېر علم  امله وال دمشرانو له خولې مي اوريدلي و، چې تاريخ تكرارېږي، خو زما سره  بيا دا فكرو چي يوه ټولنه او آن يو انسان پر مختګ وكړي په شا  نه  راګرځي زما انګيرنه دا وه، چي اوس انسان مدني شوى  يويشتمه پيړۍ ده،  ولسونه مخ پر وړاندې روان دي،  څوک بېرته شا ته د ګرځېدو سوچ هم نه كوي. هو! دا رښتيا ده، چې د انسان فطرت نه بدلېږي،  او تل دفطرت تابع وي،  کله چې په ١٣٧١لېږديز لمريزكال كې د ډاكټر نجيب الله حكومت را نسكور  او  ځاى يې  جهادي تنظيمونو ونيو،  له يوې مخې ټولې دولتي او ملي موسسې ړنګې ‌او چورشوې، خپل منځي،   قومي،   تنظيمي اومذهبي جګړې اوژنې اوج ته ورسيدې،  دخلكو سر اومال  په امان كې پاتې نه شو، هرځاى کې خپل خوښي تظامونه را مينځته شو� �،  دطالبا نو د حاكميت تر سقوط وروسته،  يو ځل بيا هماغه پخوانۍ  ډله  قدرت ته ورسول شوه،  چې  په تېركې  پر  جنګي  جرمونو،  غلاو  او چورتالان  ككړه وه،  ولس سره داهيله موجوده وه،  چې  دا ځل ددې  دولت ترشا نړيوال زور موجود دى،  هغه ډلې  او افراد  به مهار كړي،  چې دولس په ځورونې،  ملي او شخصي شتمينو  په لوټلو كې دخيل وو،  خو په تاسف سره چې دكرزي صيب دكمزوري او دوه مخي سياست له امله د حالت په كابو كې رانغلل، همدغې جاه طلبې ډلې  وكولاى شو، چې  د ولس او دولت تر منځ فاصله لازياته کړي  او درزونه پېدا كړي، چې ښه بېلګه يې په كابل ګې د جوزا د اتمې نېټې  بلوا وه،  چې د همدردۍ د سپېڅلي غږ تر نامه لاندې يې  د ولتي او نادولتي � �تمنۍ لوټ كړې. د خېرخانې د كوتل پېښه ظاهراً يوه ت� �افيكي پېښه وه، چې زموږ د هېوادوالو د شهادت لامل شوه، چې ددې دردناکې  پېښې له ق� �بانيانو سره همدردي، عاميلينو ته سزا وركول، د هر افغان غوښتنه او هېله ده، د كابل په ښار کې ګډوډي او  ورانكاري ترسره كول  د يوې شر اچوونکې ډلې غرض او كركجنه كړنه وه. د پېښې څخه وروسته د ځينو سياسي څېړونكو  نظرونو او د  رسنيو  رپورټونو  ته  که كتنه وكړو،  نو له ورايه ښكاري، چې تر شا يې كوم لاسونه موجود وو،  د مشرانو جرګې مشر ښاغلي حضرت صبغت الله مجددي په وينا چې ددې پېښې تر شا منظم پلان موجود و  او هغه  دلايل وړاندې كوي، چې په ډېر لږ  وخت کې د موټرو ، شعارونو، عكسونو او  وسلو  موجوديت  دا جوتوي، چې د پردې تر شا كومه منظمه ډله موجوده وه او يا هم كه په رسنيو کې د راغلو ما� �وماتو له مخې ، د ټكر د پېښېدو سره سم په موټرو د لګېدلو لوډسپيكرونو  په واسطه د كرزى مرده باد، قومندان مسعود زنده باد، اتحاد شمال زنده باد ، نارې او  ورانيو ته د ولس هڅول، د پوليسو له خوا د مظاهرې نه كنټرول، د عسكري لباس ايستل او په ګډوډۍ کې ورګډېدل، د ولسي جرګې پر ځينو  وكيلانو دا تور چې دوى هم خلك ورانكارۍ او ګډوډۍ ته تشويقول او داسې  ورته  نور شوا هدو ته په كتو  سره دې پايلې ته � �سيږو ، چې رښتيا هم  ددې ربړې  تر شا يو منظم پلان او  موقع ته يوه فرصت طلبه ډله په كمين كې ناسته وه، چې له حالاتو څخه د خپل ځان لپاره ګټه واخلي. په ډېر لږ وخت کې د دومره زيات شمېر کسانو پېدا کول او د ښار په زياتو برخو کې ، چې يوه برخه يې له بلې هغې په کيلو مترونو  فاصله لري، ورانکاري رامېنځ ته کول او د خلکو د مالونو لوټول، د يوې ډلې هدف و، نه همدردي،  که رښتيا هم هدف همدردي وه ، ولې له دې پېښې څخه ډېرې خطرناکې پېښې د هېواد په جنوب او نورور برخو کې شوي، چې د امريکايي ځواکونو له خوا په لسګونه تنه بې ګناه هېوادوال په کې � �هيدان شوي وو. ايا ددې ورانۍ سره يې شهيدانو او يا د شهيدانو کورنيو ته ګته ورسوله او که ځان ته؟ ښکاره خبره ده چې د همدردۍ پرځاى سياست ډېر مطرح و، هغې ډلې چې په دې وروستيو کې يې په حکومت کې خپل موقفونه د کمزوره کېدو په حالت کې وليدل، نو له دې ناوړه حالاتو څخه يې  ګټه واخيسته او خپل ځانونه يې د ولس په شتمنيو ماړه کړل او هم يې نړيوالو  او د افغانستان دولت ته وښوده،  چې که موږ له صحنې وباسئ، نو داسې حالاتو سره به مخامخ کېږئ!  د افغانستان اسلامي جمهوريت مشرتابه ته اوس دا جوته شوه، چې کومه ډله او څوک د افغانستان بربادي، ورکاي او پر چوکيو او قد� �ت پاتې کېدل غواړي،  هيله ده چې د تل په څېر کميسونونه جوړ نه کړي، چى نتيجه يې منفي شي، بلکې داځل دې ددې پېښې او اشوبګرۍ عاملين او مرتکبين دقانون منګولوته وسپاري او علني سزا دې ورته  ورکړي،  ترڅو  راتلونکي لپاره عبرت پاتې شي اوداډول دنوروهيواد وارنوونکو پېښو له تکرار څخه مخنيوى وشي، اوس دانظريه په اثبات ورسيده،  چې په پوليسي ادارو کې هماغه پخواني لوټماران په دندو  ګومارل شوي،   اوس د افغانستان دولت ته لازمه ده   چې  دټولو دولتي ادارو په ځانګړي ډول  دامنيتي او پوځي ادارو  د اډانو  په جوړولو اوفعالولو کي دپوره دقمت اوکره  والي ځخه کار واخلي اداري اصلاحات دې په مسلکي لحاظ ترسره کړي،  دا اوسنۍ تشه (خلا) دې ملي ګټو ته ترجيح  ورکوونکو شخصيتونو  په غوره کولو ډکه کړي،   ترڅو دولس او دولت تر مېنځ شته  اوپېد شو� �   واټن  لرې  او ټول  ملت په ګډه د هېواد د ابادۍ او ښېرازۍ  لپاره هلې ځلې وکړي او هم  په  هېواد کې د دايمي سولې ټينګښت ته لار هوا� �ه شي.     ",د همدردۍ پر پلمه لوټماري (د شېرعلم امله وال ليکنه ) 3111, محمد هلال سمسور," كه دا لا� �يونيان انقلابيان واى، نو اوس به په كابل كې د واك پر ګدۍ نور څوك ناست وو ؛  په ريښتيا چې د جوزا د اتمې ورځې پېښې د ټول هېواد لپاره او په ځانګړي ډول زموږ لپاره  ډېرې ننګوونكې وې، ځكه پېښه زموږ له كابو څخه ووته، ښار غلو اولوپرانو ته په لاس ورغى، زموږ له ډېرو پوليسو يې وسلې واخيستې، پوستې يې ترې ونيوې، ډېر ځايونه يې وسوځول، د ډېرو دفترو او ادارو سويې چيغې اوچتې شوې او هغه سرې لمبې چې له ډېرو دفترونو پورته شوې، هغه خو هر چا و� �يدې….، خو پرموږ پورې خپل ځان اور وو، نر هغه وو، چې خپله درېشي وباسي  او په مظاهره چيانو كې ورګډ شي، د كابل په هره دويمه او دريمه كوڅه كې درى څلور مړي وشول، خو موږ يوازې د ګوتو په شمېر مړي اعلان كړل. تر څو عامه امنيت  ته ګواښ متوجه نه شي.  دا په زغرده وايو چې كه دا لاريونيان انقلابيان واى، نو اوس به په كابل كې د واك پر ګدۍ نور څوك ناست وو داچې زموږ، خارجي ځواكونو او بهرنيو كسانو حال به څه وو، دا يواځې يوه خداى ته معلومه وه، (خو شكر چې داسې پېښه نه وه) دا هم منو چې دداسې پېښو پر وړاندې اړونده ناكام مسئو� �ين سم په لاس خپله ناكامي اعلانوي او له خپلې دندې څخه لاس په سر كېږي، (خو دا افغانستان دى!) � �ېر خلك وايي، چې پوليسو بايد اوښكې بيوونكى ګاز كارولاى واى، بايد پر خلكو يې اوبه  شيندلې واى او په يوه طريقه نه يوه يې خلك تيت پرك كړي واى او بايد دوى مجهزه اطفائيه درلوداى، خو موږ د بشر حقوقو او ددېموكراسۍ اصولو ته په درناوي  له پيله دا ډول څيزونه نه اخيستي او نه يې په راتلونكي كې د چمتو كولو كوم نيت لرو، ځكه زموږ پوليس بې تجربې دي، ښايي د اوښكې بيوونكي ګاز او د اوبو شيندونكو وسايلو په كارولو سره د بشر حقوق تر پښو لاندې كړي، موږ ته يوازې او يوازې د تېزو او چټكو موټرو اړتيا ده، ځكه زموږ ډېر سربازان اوس هم په پښو ګرځي او د پېښې په ورځ خو ډېر خواركي پوليس د لاريونيانو تر بريد لاندې راغلل او له ډېرو يې وسلې واخيستې، نو د محترم حامد كرزي څخه مو دا هيله ده چې له موږ سره د نورو ښو او مجهزو موټرو مرسته وكړي، ترڅو خداى مكړه داسې ناوړه پېښې بيا تكرار نه شي، د ښو موټرو د تر لاسه كولو په هيله.  دا طنز ښاغلي محمد هلال سمسورليکلی و ",د كورنيو چارو وزارت اوامنيې قوماندانۍ اعلاميه! 3112,محمد هلال سمسور,"  په ريښتيا چې د جوزا د اتمې ورځې پېښې د ټول هېواد لپاره او په ځانګړي ډول زموږ لپاره  ډېرې ننګوونكې وې، ځكه پېښه زموږ له كابو څخه ووته، ښار غلو اولوپرانو ته په لاس ورغى، زموږ له ډېرو پوليسو يې وسلې واخيستې، پوستې يې ترې ونيوې، ډېر ځايونه يې وسوځول، د ډېرو دفترو او ادارو سويې چيغې اوچتې شوې او هغه سرې لمبې چې له ډېرو دفترونو پورته شوې، هغه خو هر چا و� �يدې….، خو پرموږ پورې خپل ځان اور وو، نر هغه وو، چې خپله درېشي وباسي  او په مظاهره چيانو كې ورګډ شي، د كابل په هره دويمه او دريمه كوڅه كې درى څلور مړي وشول، خو موږ يوازې د ګوتو په شمېر مړي اعلان كړل. تر څو عامه امنيت  ته ګواښ متوجه نه شي.  دا په زغرده وايو چې كه دا لاريونيان انقلابيان واى، نو اوس به په كابل كې د واك پر ګدۍ نور څوك ناست وو داچې زموږ، خارجي ځواكونو او بهرنيو كسانو حال به څه وو، دا يواځې يوه خداى ته معلومه وه، (خو شكر چې داسې پېښه نه وه) دا هم منو چې دداسې پېښو پر وړاندې اړونده ناكام مسئو� �ين سم په لاس خپله ناكامي اعلانوي او له خپلې دندې څخه لاس په سر كېږي، (خو دا افغانستان دى!) � �ېر خلك وايي، چې پوليسو بايد اوښكې بيوونكى ګاز كارولاى واى، بايد پر خلكو يې اوبه  شيندلې واى او په يوه طريقه نه يوه يې خلك تيت پرك كړي واى او بايد دوى مجهزه اطفائيه درلوداى، خو موږ د بشر حقوقو او ددېموكراسۍ اصولو ته په درناوي  له پيله دا ډول څيزونه نه اخيستي او نه يې په راتلونكي كې د چمتو كولو كوم نيت لرو، ځكه زموږ پوليس بې تجربې دي، ښايي د اوښكې بيوونكي ګاز او د اوبو شيندونكو وسايلو په كارولو سره د بشر حقوق تر پښو لاندې كړي، موږ ته يوازې او يوازې د تېزو او چټكو موټرو اړتيا ده، ځكه زموږ ډېر سربازان اوس هم په پښو ګرځي او د پېښې په ورځ خو ډېر خواركي پوليس د لاريونيانو تر بريد لاندې راغلل او له ډېرو يې وسلې واخيستې، نو د محترم حامد كرزي څخه مو دا هيله ده چې له موږ سره د نورو ښو او مجهزو موټرو مرسته وكړي، ترڅو خداى مكړه داسې ناوړه پېښې بيا تكرار نه شي، د ښو موټرو د تر لاسه كولو په هيله .  دا طنز ښاغلي محمد هلال سمسورليکلی دی ",دكورنيو چارو وزارت اودکابل امنيې قوماندانۍ اعلاميه! 3113,محمد هلال سمسور," محمد هلال  سمسور كابو پنځه كاله وشول، چې افغانستان ته د ټولې نړۍ په مرسته او ملاتړ نوى حكومت راغى، له پيله تر دې دمه يې ډېرې كمزورۍ درلودې خو هرچا به ويل خير، دا ځل به ټاكنې وشي، دا ځل به كابينه بدله شي، دا ځل به چارواكي بدل شي، قانون به جوړ شي، پارلمان به جوړ شي….. هر څه به ښه شي، لدې ستونزو او ربړو به خامخا وځو…. (يانې شپه چې هرڅو اوږده شي، بيا هم سبا را ختونكى دى..) بس دا خبرې به دې چې واورېدې، لږ به  دې  ناهيلي كمه او د غم لمبې به دې لږ د اوبو تر زور لاندې � �اغلې…. دادي پنځه كاله تېرېږي، هغه ټول پړاوونه هم يو پر بل پسې تېر شول، چې خلكو ور ځنې د بدلون هيله كوله. خو حالات مخ پر ځوړ روان دي، د ختيځ او سويل له لوري د حملو څپه  د پراخېدو په حال كې ده، د ولس ستونزې ورځ پر ورځ خپله لمن پراخوي، په اداره كې اصلا سمون نه تر سترګو كېږي، بس قالب يې سر چپه شوى، هر څو يې چې څوك  د سمولو هڅه وكړي، هومره نور كږېږي، ددې پر ځاى چې دولت ورځ پر ورځ پياوړى شي، نور د ضعف پر لور روان دى. كرزي ته دې ياد وي، چې ستا ددولت په راتلو سره ټول هغه ټوپكساران، پاټكسالاران، چې ملت يې تر دو سپږم و راوستى بېرته ستا تر څنګ را ټول او تا پر دندو وګومارل،  خو ملت ويل چې خير دا به د حالاتو زور وي، كوندې وي، چې هر څه ښه شي، خو دادي كلونه واوښتل همغه ټوپكسالاران پر مخ روان، چې ډېره غوسه دې ورته راشي له ځاى څخه يې بل او يوې دندې څخه يې يوې بلې ته ولېږدوې او بس. د خليلي، فهيم، تورن اسماعيل، عطا محمد، جنرال داود، دين محمد، بصير سالنګي…. په ګډون دې ټول ولسوالان، قوماندان امينه گان، او د كابينې ډېر غړي د همغه زړې كڅوړې نه يې را ايستلي، چې طالبانو د ملت په خوښه پكې اچولي او حصار كړي وو. اخر يوازې همدغه كسان دي، چې ستا دولت پر پښو ودروي او كه نه نور هم شته؟. ولاړشې، وګرځې او را  وګرځې بس تر فهيم   او …. نور كسان  پيدا نه كړې، چې يا يې د مشرانو جرګې ته ور معرفي كړي او يا يې امنيتي سلاكار وټاكي!؟ كه مو زړه نه بدېږي د ولس ډېره برخه پدې ښه باوري شوې ده چې كرزى  غوڅ تصميم نه لري، د ادارې د جوړلو او افغانستان غوندې هېواد د ادارې كولو اهليت نه لري، دا به تا هم اورېدلي وي او ښايي ځان هم درته معلوم شوى وي، نو بيا ولې تكړه كسان پر كار نه ګومارې او ولې دا ناكام بيا تجربه كوې!؟ اوكه  مو دا حالت وو، نو ضرور  به ستا پر سر مشران ستا په فكر كې شي، يا به مو مستعفي كړي، يا به ناروغ او يا به مو هم…  بس ميدان به بل چاته پرېږدي! له يوې خوا  د خارجي قواوو شتون او بلې خوا د نا اهله كسانو پر كار ګمارل ددې كلكه ژمنه كوي، چې نور دې دولت مخ پر ځوړ او ولس كلك مايوس  شي.. ",ټول افغانستان : يوازې يو څوكسان : 3114,," د کندهار والى اسد الله خالدنن ماښام يوې خبرى ناستې ته وويل چې پوليسو ٥ تنه طالب جنګيالى د ژړى او ميوند ولسواليو کې نيولى دي. او ترې نه پوښتنې پيل شوي دي .ده وويل ٢ تنه دژړې ولسوالۍ کې چې افغانان دى ا و د پاکستان کويټه کې ژوند کوى له وسلو او چاوديدونکو توکو س� �ه يو ځاى نيول شوي دي . ده ادعا وکړه چې نيول شوو کسانو ځانمرګى کسان اماده کول او يو او بل ځاى ته يې ليږدول . ده زياته کړه له نوموړو کسانو څخه يو موټر تر لاسه شوي ، چې چاوديدونکى توکى په کې ځاى پر ځاى شوي دي .خالد د م يوندولسوالۍ کې دهغو ٣ تنو طالب جنګياليو د نيولو خبره وکړه چې د ده په وينا د کاريز ملنګ په وسله وال بريد کې يې چې ٧ تنه پوليس په کې مړه شول ،لاس درلود . ",٥ تنه وسله وال طالبان کندهار کې نيول شوي 3115,," زابل کې د پوليسو مشرادعا کړې ده چې نن يې د طالب جنګياليو يو ځايى قوماندان ملا جمعه خان د يوې وسله والې نيښتې په ترځ کې ددغه ولايت د شملزو په ولسوالۍ کې وژلۍ دى او ٢ تنه نور طالب جنګيالي يې نيولى دى . ده وويل نوموړى کسان هغه وخت ونيول شول چې د ملى اردو او پو� �يسو په ځواکونو يې وسله ال بريد وکړ . ",د طالبانو يوځايى قوماندان زابل کې وژل شوي دي 3116,," د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې د رايو په اتفاق سره د افغانستان د ملى راديو ټلويزيون د مشر نجيب الله روشن د ګوښه کيدو غوښته وشوه . د مشرانو جرګې دغه پريکړه وروسته له هغې کيږي چې نوموړى د مشرانو جرګې د مذهبى ، فرهنګى او لوړو زده کړود چارو کميسيون او د مش� �انو جرګې ناستې ته د يو لړ پوښتنو په اړوند نه وو ورغلى ..مشرانو جرګې د روشن د ګوښه کيدل تصويب او دغه موضوع يې د افغانستان ولسمشر ته وړاندې کړې ده . ",دملى راديو ټلويزيون رئيس دې له دندې لرې شي 3117,," افغان ولسمشر حامد کرزي کندهار کې ددغه و� �ايت په والى اسدا لله خالد باندې دنننى ځانمرګى بريد غندنه کړې اوو يلى يې دى چې د افغانستان دښمنان په داډول وحشيانو عملونو سره هيڅ کله نشى کولاى د افغان ولس د سولې غوښتنې غږ چوپ کړي .کرزي زياته کړې په وطن کې مو د کندهار د والى په څير په زرګونه تنه ځوانان شته چې په ټينګه ارداه او زياته هوښيارى سره د افغانستان د پرمختګ، سوکالى او امنيت د ټيګښت په موخه د کار او خدمت جوګه شي .ده د پېښې دولسى ګړود قربانيانو د کورنيو سره غمرازى ښودلې او خپل د تسليت مراتب يې وړاندې کړي دي. ",ولسمشرکندهار کې د ځانمرګى بريد غندنه کړې 3118,," په هغه ناسته کې چې د ولسمشر د مرستيا� �انو اود کابينى ديو شمير وزيرانو په ګډون د افغان ولسمشر حامد کرزى تر مشرى لاندې نن جوړه شوې وه ، د ملى ام ينت مشر وويل چې تر اسه پورې په لسګونو تنه ،کابل ښار کې د جوزا د اتمې نيټې د بلوا اوبيت المال او عامه ښتمنيو د لوټ او ويجاړتيا په تور نيول شوي اوترې نه پوښتنې او تحقيقات روان دي .ده وويل ٣٥ تنو د بلواپه رامينځ ته کيدو او د عامه شتمنيو دورانيو او ٢ تنو دتبليغاتى پاڼود خپريدوپه اړوند چې د هغې لارې يې خلک تاوتريخوالى ته رابلل ،په لاس لرلو اعتراف کړى دي .ولسمشر کرزي امنيتى چارواکو ته لارښونه وکړه چې په ډير جديت سره د تحقيقاتو لړۍ ته دوام ورکړى او له بشپړيدو وروسته يې پايلى په بشپړه توګه ولس ته ورسول شوي .ده امنيتى چارواکو ته دنده و� �کړه ترڅو د پېښې د تحقيقاتو د لړۍ په اړوند د خبرى رسنيو طرحه شوو سوالونو ته ځواب ووايى . ",دعامه شتمنيودلوټ په تورلسګونه تنه نيول شوي 3119,," د برتانياد نړيوالې پرمختيا وزير( هيلرى بين ) نن کابل کې د ماليې له وزير ډاکتر انور الحق احدى سره د يوې ګډې خبرى ناستې له لارې له مرستندويه هېوادونو و غوښتل چې ژمنه شوې مرستې دې دافغان حکومت په واک ورکړي ، اود حکومت له لارې دې د هېواد دننه ولګول شي .ده وويل ب� �تانيا به ٧٠ فيصده مرستې د افغان حکومت په واک ې ورکړي . برتانيا د لندن ناسته کې له افغانستان سره د يو ميليارد ډالر و مرستو ژمنه کړې ده .د هيلرى له انده دغه کاميابه لار ده او افغان دولت په خپلو لومړيتوبونو ښه پوهيږي . ",مرستې دې دافغان دولت په واک کې ورکړل شي 3120,زلمى مومند," زلمى مومند حادثه، حادثه ده  خود جوزا د اتمى نيټى ترافيكي حادثې ډيره ستره غميزه رامنځ ته كړه. د لويو لارو د ترافيك قومندان امان الله ګ� �ر وايى داپيښه د امريكا يى موټر د تخنيكي خرابى له امله پيښه شوه. قهرجن او پارليدلى مظاهره چيان وايي دا حادثه د امريكايي موټر چلوونكي د غفلت او بې پروايي له امله پيښه شوه. ټولي ترافيكي حادثى همدا دوه � �املونه لري، يا تخنيكي خرابوالى وى او يا هم د چلوونكي غفلت، بې پروايي او د ترافيكي قوانينو نه سرغړونه.  پلټنى راوانى دى، ملامت څوك وو؟ تخينكي خرابوالى او كه د چلونكى غفلت؟ خو هغه غبرګون چې د پپښى په وړاندى وښودل شو په هيڅ توګه يوه حادثه نه ده او په هيڅ دليل د پارليدلى او قهرجنو پرګنو طبيعي غبرګون ندي.  هغوى چې د ځنګل په قانون كې وده موندلى او يو عمريى د ټوپك په شپيلى ګټلي او خوړلى، هغوى چى تل يي د بل په مرګ كې خپل ژوند اود بل په تاوان كې خپله ګټه لټولى، هغوى ته چى لوت او تالان يى روزګار وو، هغوى چې يو عمر لوت كړي تالان كړى او جنايت كړى او دا څه موده د قانون په ځنځير تړل شوى وو او د لوټ او تالان مخه يي نيول شوى وه د همدى حادثى په پلمه يو وارى خپل ځنځيرونه وشلول او را خوشى شول، او يو ځل بيا يي د مقدسونو شعارونو لاندى څه چې لاس ته راغلل لوټ او تالان كړل. كه د څو شيبو لپاره لكه څرنګه چى يو شمير سياسي دكانداران غواړى، دا ومنو هم چى دا پيښه يوه حادثه نه وه او امريكايانو قصداً افغانان ووژل نو بيا هم د غبرګون په نامه د افغانستان شخصي اودولتى جايدادنو لوټل او سوځول څه مانا لري؟ په دى پيښه كې د اريانان تلويزيون څه ګناه وه، د ابن سينا روغتون څه برخه وه د عامه روغتيا امبولانسونو څه خطا كړى وه او هغه په زرهاوو افغانانو چى هټي او موټرونه يى د فتنه ګ� �و لخوا وسوځول شول ، هغو بهرينو موسسو چى زموږ خلكو سره مرستي ته راغلي او دفترونه يى تالان او وسوځول شول څه ګناه كړي وه. دا قهر جن او پاريدلي لدى امله نه وو په قهر او په دى نه وو پاريدلي چې ګواكې امريكايانو � �صداً يوه ترافيكي پيښه رامنځ ته كړه، بلكې په دى په قهر وو چى دا څلوركاله يى له لوټ اوتالان نه مخه نيول شوى وه، دا څلور كاله يي د قانون په ځنځير لاسونه تړل شوي وو او د جنايت نه يى لاسونه لنډ شوى وو. په جنايت روږدي كسان څوك چى په ساديزم اخته دي كله په كراره كښيناستى شي. دوي يوه پلمه غوښته او يوى ترافيكي پيښي دوي ته پلمه وركړه ، دوى د څلور كالو غچ له بې ګناه خلكو واخيست. تر دى لا زياته خواشيني كونكى داده چې ځينى سياسي دكانداران غواړي په دى پيښه كې د وژل شوو كسانو په وينه سياست وكړي، غواړي د خلكو د شتمنيو دى چور او تالان ته د قهر جنو پرګنو د پاڅون نوم وركړى او دفاع ترى وكړى، دا كړى غواړي څرګنده كړى چى اوس هم دا ځواك لرى چى هره � �يبه يى زړه وغواړى د كابل امنيت ګډوډولاى شي ترڅو په دى توګه يو څه نور سياسي امتياز هم ترلاسه كړي. خو برعكس څوك چى اوس ددى تالان كونكو په ملاتړ يى ملاتړلي په حقيقت كى يى خپله څيره لا هم بربنډه كړى، خلك اوس په دى پوهيدلى چى چا د يوى ترافيكى پيښى نه يوه غميزه جوړه كړه، دادى تړلى موټي خلاصيږي او بربنډى څيرى لا بربن� �يږي. ستر روحاني او جهادي شخصيت ښاغلى حضرت صاحب مجددي وايى دا يوه پلان شوى دسيسه وه او دهغه چا لخوا په لار واچول شوه چى غواړي قدرت ترلاسه كړي. په هرترتيب دى پيښى څو جدى پوښتني راولاړى كړى، دا خبره بايد په ډير جديت وپلټل شى چى د پيښى نه چا ناوړه ګټه پورته كړه، يو شمير لوټماران نيول شوى چى وسلى او مخابرى هم ورسره وى كه له دوى څخه په سمه توګه پلټنه وشى ډير حقايق به روښانه شى. دا خو اوس هم د شواهدو له مخى څرګنده ده چى د ا پيښه له حادثى نه په پوى دسيسى واړول شوه او ددى كار ترشا ډير ناولي لاسونه موجود وو، خو دا لاسونه دچا، چا دى او تركوم ځايه غزيدلى دا بايد څرګند شى او بيا دا لاسونه بايد غوڅ شى كه نه نو بله پيښه به تردى هم زياته خواشينى كونكى وى ",حادثه او دسيسه (د زلمي مومند لیکنه ) 3121,," د افغانستان د څه باندې د ٦ ميليون زده کونکو له پاره د نوى نصاب له مخې نن د کابل ښار دعايشه درانى ليسه کې افغان ښوونځيو ته دزده کړې د نوورنګه کتابونو د ويش لړۍ پيل شوه .ټاکل شوې ده ،دغه لړۍ د ٢ کلونو په ترځ کې په ټول هېواد کې بشپړه شي .د پوهنې وزير اتمر دغه ورځ ديره مهمه وبلله او زياته يې کړه ١٧ ميليون کتابونه د امريکا او ډنمارک د ٩ ميليون ډالرو په لګښت په پښتو او درى ژبوچاپ شوي دي ، چې په لومړى سر کې به د يوې اونۍ په ترځ کې د کابل ښار دلومړنيو ښوونځيو٨ سوه زره زده کونکو ته او وروسته د ٢ مياشتو په بهير کې د هېواد د ټولو لومړنيو ښوونځيوزده کونکو ته وويشل شي .نوى کتابونه د پخوانيو کتابونو په پرتله ډير په زړه پورې او تيروتنې په کې کمې دي .د نوى نصاب د کتابونو په لړۍ کې د ژوند د لا� �ښود ، رسم او رسم الخط کتابونه هم علاوه شوي دي . ",د نووکتابونود ويش لړۍ افغان ښونځيوکې پيل شوه 3122,حاجي امین باوري," حېدري کړيکي ته! کابله پام کوه پاڅون ونه کړې دتېرپه شاني بل ازمون ونه کړې لا ماښامونه ستړي لادسهارشفق په وينولامبي لاداهاړ غرمو دي زمادهيلو امېدونو پرچينه باندي کيږدۍ وهلې کابله پام کوه خطا ونه وزې  اوس لا منصور زانګوکي اوس لا قېص نه دۍ پېدا خودلېلادګرېوان چکلې چکلې تارونه د اهريمن په لاسو ستا د مجنون لپاره د دار حلقې جوړيږي پام چي پاڅون ونه کړې لاره اوږده ، لار له اغزونه ډکه دکږلېچوو نه ډکه ستړي اندونه  ستړي ګامونه او له خطرو نه ډکه پام چي پاڅون ونه کړې په وينو لژند هر شفق دسهار خونړۍ سترګه هر غروب د ماښام هره کوڅه مو د ناسور زخمونه هره بېديا مو د دردونو کړېکه هره دره کي دباروتو لوګي  هر يو يو تن مو د تڼاکي چړيکه کابله پام کوه پاڅون ونه کړې پام چي پر تيرو بيا ازمون ونه کړې خپل دمجنون جنون لا مه وېښوه  لا فر هادی چيغو ته رنګ ور نه کړې د انالحق مفتون لا مه ښوروه دار او چړو ته يې لا خوند ور نکړې پام چي پر تيرو پلونو پل کښېنږدې  پر اجيرانو نوم اتل کښېنږدې ستا صدقه شمه لږتم شه څه نور د باوري د زړګي دم شه څه نور تورني-بلجيم ٢٠٠٦-٦-٢ ",حېدري کړيکي ته! 3123,," د هغه ناستې په مهال چې نن دکنړ په مرکز اسعدا باد ښار کې ددغه ولايت د دولتى چارواکو ، سپين ژيرواو قومى مشرانو سره په افغانستان کې د امريکا دسفير رونالد نيومن درلوده ، ددغه ولايت يو دينى عالم د نورو په استازيتوب يادونه وکړه چې امريکايان دې بې ځايه خلک نه ځوروى اوخپل ځواکونه دې په دې وپوهوى چې د افغانستان د ملى او دينى مقدساتو درناوى وکړي او پرته له ګناه دې خلک جيلونو ته نه کشوى.د ينى عالم له بګرام او ګوانتانامو جيلونو څخه د افغانانو د خوښى کيدوداو کنړ د سيند د پاسه د اوبو د بند د جوړيدويادونه هم وکړه . ",کنړ . امريکايان د بې ځايه خلک نه ځوروي . 3124,," د مشرانو جرګې مشر حضرت صبغت الله مجددى ددغه جرګې په پرونۍ ناسته کې د ولسى جرګى په استازو تور ولګوو ، چې د کابل ښار د جوزا د اتمې نيټې په بلوا کې يې لاس درلود. ده وويل چې په دې اړوند اسناد او شواهد شته او هيڅ شک په کې نشته چې ډير کسان او حتى د ولسى جرګې غړيو په کې لاس درلود او دوه مياشتې وړاندې يې برنامه جوړه شوې وه . ده د پېښې عاملينو ته د سختې جزا غوښتنه وکړه . له دې نه وړاندې هم مجددى ويلى وو . چې دا يو پلان شوي دسيسه وه اود هغه چا له خوا په لار واچول شوه چې غواړى قدرت تر � �اسه کړي . په همدې توګه د مشرانو د جرګې په ناسته کې ددفاع او کورنيو چارو وزارتونو استازو د پېښو په اړوندمع� �ومات وړاندې کړل چې د سناتورانو له خوا ناکافى وبلل شول اوپريکړه يې وکړه چې د کورنيو چارو وزير ضرار احمد م� �بل او د ملى امنيت لوى رئيس دې د مشرانو جرګې ناستې ته حاضر شي او سوالونو ته دې ځواب ووايى .په دې توګه د مشرانو جرګې نننۍ ناستې ته دواړه چاراکى ورغلى تر څو د جرګى د غړو پوښتنو ته ځوابونه ووايى . ",دولسى جرګې ځينوغړود کابل پېښوکې لاس درلود 3125,," د کاناډا پوليسو خبر ورکړى چې تيره شپه يو شمير ناپيږاندو کسانود تورنتو ښار کې د مسلمانانو په يو جومات بريد کړى دى او دهندارو په ماتولو سره يې دغه جومات ته زيان رسولى دى . په دغه بريد کې د جومات مخې ته ولاړ موټر هم زيانمن شوي دي .دغه بريد يوه ورځ وروسته له هغه تر سره کيږي چې پوليسو اعلان وکړ،چې د ٥ تنو ځوانانو په ګډون يې ١٢ تنه کانا ډايى مسلمانان د تورنتو ښار کې د بمى بريدونوپه شک نيولى دى . د پوليسو وياند ويلى دغه هېواد مذهبى او نژادى کرکه نه شى ذغملاى .امنيتى چا� �واکو دا هم ويلى چى نيول شوى کسان د القاعده تر اغيزې لاندې راغلى وو. پوليسو ادعا کړى چې داسې توکى يې هم تر � �اسه کړى چې په بم جوړولو کې ترې نه کار اخيستل کيږي .کانادا کې د مسلمانانو د ټولنې لوړپوړو مشرانو يادونه کړى چې ګواښونکى ايملونه ورته رسيږي .د کاناډا ٣٣ ميليون وګړوشميره ٢ فيصده مسلمانان جوړوى.په تورنتو کې د مسلم انانو د ټولنې د مشر په وينادغه جومات په شمالى امريکا کې د مسلمانانو ترټولو ستر جومات دى. ",کاناډا کې د مسلمانانو په يو جومات بريد وشو . 3126,," د هلمند د نوزاد ولسوالۍ کې د ائيتلافى ځواکونواو طالب جنګياليو ترمينځ تيره ورځ درنده جګړه شوى ده . کندهار کې د ائيتلافى ځواکونو وياندويلى چې د طالب جنګياليو په يو مرکز يې بريد کړى دى او ٥ تنه وسله وال طالبان يې وژلى دي . د طالب جنګياليو د ډلې يو وياند د جګړې پخلۍ کوى او وايې چې ٢ تنه طالبان مړه او ٥ تنه نور ټپيان شوي دي . طالبانو ادعا کړې ده چى د څلور لورو يې په بهرنيو ځواکونو بريد کړى دى او ١٢ تنه بهرنيان يې وژلى دي .له بل لورى عينى شاهدانوپه سيمه کې د بمباريو خبر ورکړي دي چې له ام� �ه يې ولسى وګړو ته زيان رسولى دى . ",نوزاد ولسوالۍ کې درنده جګړې شوې 3127,," د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې د پوليسو د � �وړپوړو چارواکو د ټاکنو او بدلون ٨٦ کسيز نوم ليک په ډاګه شو .ددغه نوم ليک له مخې د لومړى ځل له پاره ميرمن عزيزه د پاسپورت د چارو د مشرى په توګه ټاکل شوې ده .د ليک له مخې دننګرهار،هرات ، لوګر او کاپيسا په څير د لسو ولايتونو د پوليسو پخوانى مشران په خپل ځاى پاتې شوى دي .د ٣ ولايتونود پوليسو مشران تبديل شوي او د ٢١ و� �ايتونوله پاره نوى امنيه قوماندانان ټاکل شوي دي .په نوم ليک د يو شمير ولايتونو د امنيت امرين او د جنايى څانګو چارواکې هم نوى په ګوته شوي دي . د کندهار امنيه قوماندان مل پاسوال عزيز احمدوردګ،د خوست محمد ايوب ، پکتيا عبدالعنان، بدخشان امام الدين ، تخار مجتبى ، کندز سيد احمد ، غزنى تفسير خان ، سرپل محمد نادر او د سمنګانو د امنيه قوماندان جمعه محمد عديل ټاکل شوي دي . ", دټاکنو ٨٦کسيزنوم ليک په ډاګه شو . 3128,," طالب جنګياليو تيره شپه د يو وسله وال بريد په ترځ کې د غزنى ولايت د رشيدانو ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستې او د ولسوالۍ ودانۍ ته يې اور اچولى دى او په ب� �پړه توګه يې سوې ده .د غزنى ولايت د پوليسو مشر سرجنګ ددغه بريد پخلۍ کړى دى او وايى سيمې ته يې يو پلاوى استولى دى . د طالب جنګياليو د ډلې يو وياند قارى يوسف ويلى تيره شپه يې پلويان په ولسوالۍ ورننوتى او ودانۍ يې په بشپړه توګه سوې ده . ",طالبانودرشيدانو ولسوالۍ ودانى سوي ده. 3129,," په مزارشريف کې د بلخ پوهنتون دنجونو په � �يله تيره شپه د دغه ليلې د نجونو په وينا د پوليسو دوه تنه لوړپوړى چارواکىد شرابو د مستيو او نيشو په حال و� �غلى او غوشتل يې پر دوى تيرى وکړي . دنجونو په وينا تيره شپه دغو کسانو لومړى دليلې د دروازې او وروسته د ديوا� �ونو له لارې غوښتل په زوره ليلې ته ننوزي .دا دريم ځل دى چې وسله وال کسان ليلې ته دننوتو هڅه کوي .نن څه باندې د ليلې ١٠٠ تنو نجونو په اعتصاب لاس پورې کړى دى او د دولتى چارواکو په مخ يې د ليلې دروزاه تړلې ده .د ليلې يو شمير نجونو بينوا سره په خبرو کې دنه خونديتوب په هکله انديښنه څرګنده کړه او هيله يې څرګنده کړه چې غږ يې افغان و� �سمشر ته ورسول شي . امنيتى چارواکو د پېښې په اړوند دوه تنه پوليس نيولى دى .مګرزده کونکى بياد چارواکو په ژم نو باور نه کوي . ",د بلخ دنجونو په ليليه د شرابى پوليسو بريد. 3130,," حفيظ الله سلام :تېره ورځ،  په ميدان وردګو كي د ولايت اتلسو ميرمنو درنځو ر پالۍ د ۱۸ مياشتني كورس دلومړۍ دوري  دفراغت سندونه ترلاسه كړ� �.  دغه كورس دعامي روغتيا دوزارت له خواپيل شوي و او عملي چار ي ېې په ميدان وردګو كي دسويډن مرستندوې ټولني په غاړه وي.  داسنادو دو ېش له امله دوردګو دښاروالي په تالار كي پرتمينه  غونډه جوړه شوي وه.غونډي ته دوردګو والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي پيليزه وينا وكړه. نعيمي دولايت يونيم كلن مخكيني حالت ته په اشاري سره وويل كله چي دى دلته دوالي په حيث په دنده وګمارل شو، ددي ولايت امنيتي حالت خراب او دبيارغوني كا� �ونه په ټپه ولاړ و.خو اوس دبيارغوني اواداري سمون په برخه كي زيات پرمختګونه رامنځ ته شويدي.  هغه د� �ابلو فراغت ستره بريا وبلله او زياته ېې كړه``زموږ ګران هيوادوال دڅو لسيزوجنګونو له امله دنورو ډول، ډول ستونزو ترڅنګ دروغتيا ، ميندو او معصوموكوچنيانو دمړيني له زياتو واقعاتو سره مخ دي. په ځانګړي ډول زموږ يو زيات شمير ميندي دزيږندې په وخت كي دډاكټرانو ، قابلو او طبي اسانتياو دنشتوالي  له كبله خپل  ژوند له � �اسه وركوي.``  همدارنګه نعيمی وويل چی پدی ورځوکی بيا اوازی خپری شوی چی گواکی په ميدان وردگو کی ام نيت خراب دی. دغه اوازی ددښمنانوکارونه دی. اومونږ په غوڅه توگه دا، اعلانوؤ چی دلته امنيت دی.او هېچا ته به د خرابی اجازه ورنه کړو.  هغه وويل چی د ميدان وردگو خلک تعليم اوامن خوښوونکی دی.هغه  ټولو بهرنيو او کورنيو مؤسساتو ته د امنيت ډاډ ورکړ او دغه ولايت يی دمؤسساتو فعاليت دپاره يوه مناسبه سيمه وښوده. نعيمی دمطبوعاتو په اړه وويل چی مطبوعات ازاد دی. ولی بد بختانه زمونږ مطبوعات يوازی له يوی وړې امنيتی پېښی لوی پېښی جوړوي. هغوی با يددبيارغونی ملی يو والی اوپرمختگ خبرونه هم په پوره شوق سره وطنوالو ته و� �سوي.  هغه يا دونه وکړه چی زما ولايتی اداری اوس په عمل کی دا ثابته کړی چی دوی په ريښتينې  معنی دولس خادمان دی.  نعيمي له قابلو څخه هيله وكړه چي ځوريدلي ولس وطن په ځانګړي ډول ميرمنو او كوچنيانو ته دروغتيابرخه كي له هيڅ راز مرستي څخه دريغ ونكړي غونډي ته دوردګو دعامي روغتيا رئيس دعامي روغتيا دوزارت استازيودسويډن دمرستندوې ټولني يو شمير كاركوونكو خبري وكړي.اودقابلو دمسووليتونو په اهميت ېې ټينګار وكړ. هغوي ېي دميرمنو اوكوچنيانو خدمت او روغتياپالني ته راوبللې.  په پاي كي پرفارغوشويو ميرمنو دفراغت اسناد او دولايت دمقام له طرفه يوه يوه راديو وويشل شول . ",وردګو كي اتلسو رنځورپالوته سندونه وركړل شول 3131,واحديار," په كندهار كي د بېنوا فرهنګي ټولني له خوا د خپرېدونكي مجلې (ښكلا) پرله پسې شلمه او يوويشتمه ګڼه له چاپه راووته. په دې ګڼو كي د بېلا بېلو ليكوالو سياسي، ادبي، او ټولنيز مضامين خپاره سوي دي.غوښتونكي كولاى سي دا مجلې د كندهار په ارګ بازار كي له افغان او كابل كتابپلورنځيو، په ولاياتو په دې ټيلفون شمېره زنګ ووهی ۰۷۰۳۱۱۲۷۹  له بهرنيو هيوادونو څخه (  009370311279 ) . په بهرنۍ نړۍ کي د ښکلا لوستونکي او مينه وال کولاﺉ شي د ګډون په کولو سره ښکلا مجله ترلاسه کړي . د نورو مالوماتو له پاره د ښکلا ويبپاڼه وګورﺉ دښكلا مجلې شلمه گڼه دښكلا مجلې يوويشتمه گڼهکه غواړﺉ ستاسو د کاروبار ياتجارت خبرتيا هم د ښکلا په پاڼو کي نړيواله سي ، د ښکلا مجلې له ادارې سره پر دې نمره خبري وکړﺉ � �۷۰۳۱۱۲۷۹ او يا هم له دې لاري برېښناليک راته وليکی ",د ښكلا مجلې شلمه او يوويشتمه ګڼه چاپ سوه 3132,حمیدوردګ," حمیدوردګ درنو لوستونکو تاسو به هم ددغه سرليک په ليدلوحيران وى چې کرزي صاحب بيا د هېواد نه جوړونې لپاره په کومه ژمنه وفا کړې ده ،دا ژمنه يوه پخه ژمنه وه � �که څنګه چې ويل کېدل رښتيا همداسې کېږي . په ولسي جرګه کې د اطلاعاتو او کلتور د وزير سيد مخدوم رهين تر ک� �کې ناکامۍ وروسته اوازې شوې چې ولسمشر يو ځل بيا دغه ناکام وزير ته ددې چانس ورکوي چې بيا د وزير په توګه وټاکل � �ي. که څه هم چې تر دې دمه د هغه پنځه ناکامو وزيرانو په اړه په ډاګه شوې پرېکړه نه ده شوې خو د ښاغلي مخدوم رهين له کړو وړو څرګندېږي چې نوموړي وزير ته د ولسمشر ژمنه کلکه او وفاداره ده ځکه د نن ورځې په يوه رسمي مکتوب کې دا له ورايه ښکاري چې وزير به په خپله څوکۍ پاتې کېږي ،دغه ناکام وزير له خپلې ناکامۍ وروسته په رسمي مکتوبونو او پاڼو کې خپل ځان سرپرست ياداوه خو نن بېرته ځانته وزير وايي تاسو دا مکتوب وګورئ او په خپله قضاوت وکړئ . ",کرزى صاحب په ژمنو وفادار دى ! 3133,عادل اڅکزئ,"   چي  د  احساس ، احسان ليکمه  د  قلم په  څو که  � �از  د  کو ګل  و ر ته  سپړ مه  د  قلم  په  څو کهچي د ناترسه په ګوزار مي سپين ارمان مج� �وح سوهغه    مها ل    انځو رومه    د    قلم   په  څو که د خود  سرۍ  وزر  زما په  اند  لومړئ   وو پوريلکه   شا هين   ا لوت   کو مه  د  � �لم  په  څوکه  د  پخوا نۍ  لا ري  ملګر ې  ،  قد م   مه   د ر وه نو ئ  هدف   نن  درته   ږدمه  د   قلم  په  څوکهد  سپيني  پاڼي  بدنه  سي  په   رنګونو  ښکلې عادل  چي   زړۀ  پرې  څڅو مه  د  قلم  په  څوکه ",غزل 3134,ډاکټرمحمدظفرتڼی,"         زما له  مينې نه انکار مه  کوه وينې مې ډنډې شوې نورمې ښکار مه کوه  ماخواولاده توده غيږکې � �وي کړي ته په بدل ماتارپه تارمه کوه نورګاونډيانوته کتلی نه شم خاورې په لوړسرمې انبارمه کوه خپلې ريښتې خپله په تبروهې وچ په شين باغ کې شي داکارمه کوه داحمدشاه خوشحال درازي جوړي کړه دښمن ته ته خنداديارمه کوه  پښتونه خپل کوردپه خپله جوړکړه وايي تڼی نوراعتبارم ه کوه ٢٠٠٦/٢/٢٨ چيرنيوڅې ښار   ", دوطن غږ 3135,," زابل کې دولتې چاراکو منلې چې قلات ښار ته نږدې د يوې امنيتى پوستې ٥ تنه پوليس وژل شوي دي . چارواکى وايى څلور تنه لادرکه دى او يو تن بل ټپى دي .د طا� �ب جنګياليود ډلې يو وياند بيا د يو سله وال بريد په ترځ کې د ٦ تنو دولتى پوليسو دوژلو ادعا کوي اووايى ٤ تنه نور يې ژوندى له ځان سره وړي دي . دغه وسله ال بريد تيره شپه د کابل - کندهار د لويې لار په اوږدو کې قلات ښار ته نږدې د کاکړانو چينه سيمه کې تر سره شوي دي . ",طالبانو٥ تنه پوليس وژلى او ٤ تنه نور يې نيولى 3136,," د گدو تصفيوى عملياتو په ترځ کې چې نن سهار وختى ددغه ولايت د بک ولسوالۍ کې ترسره شوي ١١ تنه شکمن مخالفين نيول شوي دي . له دوى څخه د چارواکو په وينا لس ميله سپکه وسله او يو شمير ريموټ کنټرول بمونه تر لاسه شوي دي . د خوست د پوليسو مشر بينوا سره ددغو عمليات پخلۍ کړى ،ا ووايى عمليات پرته له مقاوت نن غرمه پاى ته رسيدلي دي .په دغو عملياتو کې د ملى اردو، پوليسو او ملى امنيت ځايى ٥٠٠ تنو ګډون کړى وو ، چې د ائيتلافى ځواکونو له ملاتړ څخه برخمن وو. ",خوست کې ١١ تن شکمن مخالفين نيول شوي 3137,," د هلمند د پوليسو مشر عبدالرحمن صابر بينوا سره خبرو کې ومنله چې نن سهار ناپيږاندو کسانو ددغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د جنايى جرمونو د څانګې مشر رحيم ال� �ه ا و د کرنې رياست يو چارواکى په نامالوم لوري تښتولى دي . د يوبل رپوټ په بنسټ د هرات د شنډند ولسوالۍ په اړوند يوه امنيتى پوسته کې يو دولتى پوليس مړ اويو بل ټپى شوي دي . په سيمه کې د ځايى پوليسو چارواکى نه پوهيږي چې دا مرګ او ژوبله څه ډول رامنيځ ته شوې ده .چارواکو ويلى له ټپى شوى پوليس څخه چې اوس مهال د هرات ښار په � �وغتون کې تر درملنې لاندې دى، پوښتنې پيل شوي دي . ",هلمند کې د جنايى څانګې مشر تښتول شوي 3138,," په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشى کوفى عنان ځانګړى استازى ټام کونيګز نن کابل کې يوې خبرى ناستې ته د کابل ښار د تيرې اونۍ په څير حالات ويرونکى وبلل او دپېښې د مخنيوى په هکله يې د افغان پوليسو چلند ناکام وارزاوه . ده ويل راولاړه شې بلوا د مرستندويه هېوادونو د مرستې دوام تر پوښتنې لاندې راوست ، اود کورنيواو بهرنيو پانګه والو په زړنو کې يې بيره پيدا کړه .د ټام له انده په هيڅ ډول بلواګر د قربانيانو استازيتوب نشى کولاى او دغه بلوا دکابل د اقتصادى ودې له پاره زهر وو.ده د هغو کسانو عمل چې د حکومتې او مرستندويو هېوادونو شتمنى يې لوټ کړى جنايت وباله او دغه کسان يې بلواګر ،غله او لوټمار وگڼل . ",تام ګونيګز افغان پوليس ناکام و ارزول 3139,," افغانستان کې د امريکا سفير رونالد نيومان ويلىد هغه تړون له مخې چې د واشنګټن او کابل ترمينځ کال ٢٠٠٣ کې لاسليک شوى دى، دواړو لورو ته اجازه نه ورکوي چې امريکايى عسکر افغانستان کې محاکمه شي . له دې وړاندې د افغانستان پارلمان غوښتنه کړې وه ،چې چلونکى عسکر دې م حاکمه شي .دجوزا په اتمه نيټه د کابل ښار د خيرخانه سيمه کې د امريکايى فوځى ګاډى د ټکر له امله چې يو شمير ولسى وګړى په کې مړه او ټپيان او ١٢ موټر په کې له مينځه لاړل، وروسته ستره بلوا رامينځ ته شوه چې ولسى وګړو ، حکومتى او غير حکومتى شتمنيو ته د سر او مالىدروند زيان ورسيد . ",امريکايى عسکر افغانستان کې نه محاکمه کيږي 3140,," خوست ښار په ٩ کيلومترى کې نن سهار دامريکايى او افغان ځواکونو په کاروان باندې ځانمرګى بريد شوي دي .په دغه بريدکې چې ٩ بجې د خوست د ښار او يقوبيو ولسوالۍ ترم ينځ لاره کې د يو کرولا موټر په ذريعه ترسره شوى د ائيتلافى ځواکونو ٢ تنه فوځيان ټپيان شوي دي . د طالب ډلې يو وياند قارى يوسف د بريد مسئوليت منلۍ اوو ايى په دغه بريد کې يې ٦ تنه بهرنى فوځيان او ٣ تنه دولتى عسکر وژلى دي . خوست کې دولتى چارواکى د بريد پخلى کوي مګريوازې د ٢ تنو د ټپى کيدو خبره منى .خپله ځانمرګۍ چې طالب و ياند يې نوم اغاګل يادکړ، وژل شوي دي. د خوست والى معراج الدين پټان پاکستانى چارواکوتورن کړل چې په بريدونو کې لاس لري .د ائيتلافى ځواکونويوې خپره شوې اعلاميې ويلى چې ٣ تنه امريکايان ټپيان شوي دي. ", په ائيتلافى ځواکونو ځانمرګۍ بريد شوي 3141,," دولتى چارواکواو مخالف جنګياليو منلې چې تيره شپه د خوست سپيره ولسوالۍ دوسله والو کسانو تربريد لاندې راغلې وه . په خوست کې د پوليسو مشر ددغه بريد پخلۍ کوى او وايى يوازې د ولسوالۍ ودانۍ يو څه ز يانمنه شوې ده .طالب جنګياليو بيا په دغه بريد کې د٢ تنو دولتى پوليسودوژلو ادعا کړې ده . ",د سپيره په ولسوالۍ بريد شوي دي 3142,,"   داروپا داتحادیي دسیاسي چارو مشر خاویر سولانا تیره شپه دایران پلازمینې تهران ته ورسید په تهران کې یې دایران داتومي پروسې دمخکښ مرکچي علي لارجاني سره وکتل سولانا له ایراني چارواکو وغوښتل تر څو داتومي لانجې دهواري لپاره له نړیوالې ټولنې سره دخبرو اترو لپاره پر یوه میز کښیني. علي لارجاني بیا وویل لادزیاتو خبرو لپاره نوره اړتیا هم شته نوموړي دا هم وویل چې له نړیوالې ټولنې سره به بیا خبرې اترې پیل کړي. ",سولانا له ایراني چارواکو سره ددغه هیواد لانجه څیړي. 3143,," د افغانستان ، امريکا او پاکستان دفوځى چارواکود درى اړخيزه کميسيون ناسته نن دپاکستان د راولپنډى په ښار کې جوړه شوه . د لومړى ځل له پاره په دغه ناسته کې د ناتو چارواکو هم ګډون کړى دى . ناسته په داسې مهال کې جوړيږى چې د افغانستان دننه او په ځانګړى توګه په جنوبى سيمو کې د افغان دولت د مخالفينوبريدونه او فعاليتونه ډير شوي او افغان چارواکى تور لګوى چې پاکستان د مخالف جنګياليو ملاتړ کوي . چارواکى به په دغه ناسته کې د ترهګرى په وړاندې د مبارزې د يوخيل کولوپه اړوند خبرې وکړي او د افغانستان او پاکستان په پولو کې به امنيتى حالات هم وڅيړى . ",درى اړخيزه ناسته پاکستان کې جوړه شوه 3144,," د دولتى ځواکونواو مخالف جنګياليو ترمينځ تيره شپه د فراه ولايت د جويند ولسوالۍ کې د سپکو او درندو وسلو درنده جګړه شوې ،چې د مرګ او ژوبلې په هکله يې لا تر اوسه رسمى رپوټ نشته . له يونيم ساعت جګړې ورسته طالب جنګياليو نوموړې ولسوالۍ نيولې . د فراه و الى عزيزالله واصفى د جګړې پخلى کړى او وايى د هېواد او ولس دښمنان له دغه ولسوالۍ څخه تښتيدلى دى . ",فراه کې يوه ولسوالۍ طالبانو لاس ته ورغلې وه . 3145,,"   نده څرگنده چې دا امریکایي سرتیری څرنگه مړ شوی خو دائتلافي ځواکونو خبرپاڼه کاږي پدې اړه څیړنه کوي دا امریکایي سرتیری تیره ورځ په پکتیکا کې دا ئتلافي ځواکونو په نظامي اډه کې مړ شوی.  ",په پکتیکا کې یو امریکایي سرتیری مړ شوی. 3146,," نن د ٣ بجو شاو خوا د غزنى ښارکې چاودنه � �وې چې له امله يې ٣ تنه مړه او ٧ تنه نور ټپيان شوي دي.د غزنى والى شيرعلم دغه چاودنه ځانمرګى بريد بولى او وايى په خپله ځانمرګى او انډيوالان يې، چې چاوديدونکى توکى يې په يو موټر سايکل کې ځاى پر ځاى کول ،او مخکې له دې چې ب� �يد ترسره کړي ، ددغه بريد ښکار ګرځيدلى دى. د بريد پړه تراوسه چا نه ده منلى او دا هم نه ده څرګنده چې قربانيان څه ډول کسان دي ؟ چاودنه د غزنى ښار د قاضى کلا جومات دينى مدرسې مخې ته شوې ده .د ورځې په وروستيو رپوټونو کې � �اغلى چې بريد کې ٤ تنه مړه او ١٠ تنه ټپيان شوي . په سيمه کې ځايى اوسيدنکى وايى چې د قربانيانوشمير تر ٢٠ تنو اوچته ده.د غزنى والى ويلى د پېښې په اړوند يې ٩ تنه شکمن کسان نيولى دي . ",غزنى کې چاودنې ٣ تنه وژلى او ٧ تنه ټپيان کړي 3147,," د طالبانو وياند ډاكټر محمدحنيف وايي چي په پكتيكا ولايت كي يې يو امريكايي عسكر او د هغه افغان ژباړونكى د سودا اخيستلو پر مهال وژلي دي، نوموړى دا ادعا په داسي حال كي كوي چي د ايتلافي ځواكونو په ويبپاڼه كي هم د دې عسكر د مرګ خبر راغلى دى، خو هغوى ليكي  چي عسكر د دوى په هډه كي مړ سوى دى او د مرګ علت يې مالوم نه دى په اړه يې پلټني كوي. ",امريكايي سرتېرى طالبانو وژلى 3148,," ``ميدان وردګوولايت كښې الحمدالله امنيت تامين دى.ټولې دولتي ادراې او مرستندوې ټولنې خپلې چارې په امن اوارامۍ سره پرمخ بيايي . دامنيت دټينګښت لپاره دولسي استازيو، قومي مشرانو، علماْ كرامواو جهادي قومندانانو په ګډوهمكاريو هڅې روانې دي. چې نږدې هره ورځ دنوموړيو په ګډون غونډې او ناستې جوړېږي.`` دغې خبرې دميدان وردګوولايت والي په هغه مهال وكړې چې ترې وپوښتل شول، چې په ميدان وردګو كښې څه حال دى؟  دوى دهغو خبرونو چې دپژواك او افغان اسلامي اژانس له خوا خپاره � �وي، چې ګواكې پر چك ولسوالۍ بريد شوى وويل:`` پرچك ولسوالۍ  دبريدونوخپاره شوي، خبرونه بې اساسه دي. پرچك و� �سوالۍ دطا لبانوله خوابريد نه، بلكې ديو څوتنو حرفوي غلو له خوا ډزې شويدي. دغو غلو تېره شپه په درې نيمو بجو دچك پرولسوالۍ ډزې وكړې، چې مقابل كښې ېې امنيتي مسوو لينو  هم ځوابيه ډزې كړيدي. مالي او ځاني تاوان پكښې نه دى اوښتى.`` همدارنګه والي وويل:``دغه غله دهغوحرفوي  غلو ملګري دي، چې څه مهال وړاندې ېې له كابل څخه دوه تنه( يو موټروان او يو كلينر) كرايه كړي ، او په بهسودو، ولسوالۍ كښې ېې پر شهادت رسولي وو.  چې دغه قاتلين څو ورځې وړاندې دامنيتي چارواكو له خوا ونيول شول او دقانون منګولوته وسپارل شو. همدارنګه ددغوغلوبيلې بيلې ډلې دروانې مياشتې په بيلا، بېلو وختونو كښې نيول شوي  اوقانون ته حواله شويدي.` دوى دپېښې دعاملينو په اړه وويل:``دغه غله چې تېره شپه ېې پر چك ولسوالۍ ډزې كړي، دپخوانيوغلو ملګري دي. دغه پېښه مونږ په كلكه غندو، او دنوم وړيو داړه مارانو دنيولولپاره هڅې روانې دي. انشاء الله  نږدې مهال كښې به دنوروملګريو په څېر دامنيتي چا� �واكوله خوا ونيول او دقانون منګولوته وسپارل شي.` ", ميدان وردګو كښې دغلونيولو هڅې روانې دي 3149,غلام جيلاني ځواك," غلام جيلاني ځواك  د جوزا اتمه: كابل كې د جوزا د اتمى نيټى ترافيكى پيښى په هكله چې وروسته په يو خونړى تاو تريخوالى واوښته دا سوال په جدى توګه مطرح كړى چى د دى پيښى ترشا څوك دى او ولى له يوى ترافيكى پيښى نه دومره لويه غميزه جوړه � �وه. په دى خبرى اوس تقريباً ټول همغږي دي چې له پيښى نه په يو سازمان موندلى شكل ناوړه ګټه پورته � �وه دا سمه ده چى ټولنينزى ستونزى، غربت، بى كورى د دندو نشتوالى د ښوونى او روزنى ټيټه كچه او د درى � �سيزو جګړو او بى كوريو نه ټوكيدلى روانى ستونزى د ټولنيزو كړكيچونو يو ستر لامل بلل كيږى خو بايد يو څوك وى چى لدى عواملو نه په ګټنى اخستنى دا رنګ كړكيچونه رامنځ ته او هغه دخپلى خوښى په لور رهبرى كړي. ښاغلى م جددي په دى هكله د مشرانو جرګى په غونډه كى وويل چى مياشتى، مياشتى دمخه د داسى يو پيښى څخه ګټى اخستنى لپاره چمتو والى نيول شوى وو، همدا رنګه په يوه بله څرګندونه كى ښاغلى مجددى ويلى دى دا دهغه چا كار وو چى غوښتل يى قدرت ترلاسه كړى. ولسمشر حامدكرزى په دى هكله د پلټنو لپاره يو هيئت ټاكلى، خداى دى وكړى دا هيئت وكولاى شى په سمه توګه پلټنى وكړى او پټ لاسونه يى د پلټنو په مخ كى خنډونه جوړ نكړى خو كه موږ ددى پيښى په هكله د يو� �مير كړيو او ډلو غبرګون ته لږ په ځير كتنه وكړو نو داسى مالوميږى چى ددى پيښى اوبدل يواځى كابل كى ندى شوى ب� �كى ريښى يى د افغانستان دپولو نه بهر هم زغليدلى. د روسيى د ملى او نړيوال امنيت د بنسټ مشر د ايرنا خب� �يال سره په خپله يوه مركه كى د جوزا د ۸ مى نيټى پيښه د امريكا د ښكيلاك ګر او مستبدانه چلند په وړاندى د كابل د مظلومو خلكو پاڅون وباله ، هغه وويل زه په دى باور يم چى ډير ژر به دا پاڅون ټول افغانستان كې خپور � �ي. همدا رنګه د روسيى د امنيت د شورى مشر ايګور ايوانوف په خپلو وروستيو څرګندونو كى افغانستان د ترهګرو ځاله بللى او ويلى يى دى چې افغانستان كې تروريستان روزل كيږى او د ترهګرى لپاه ګاونډيو هيوادونو او بيا په تي� �ه د روسيى ګاونډيو هيوادو ته ليږل كيږى يوبل روسى ليكوال پطر ګونچاروف د همدى پيښى په هكله په يوه مقاله كې ليكي چى افغانستان په سيمه كې د امريكا د پاليسو لپاره محوري اهميت لرى...... ښكاره ده ددى پروګرام موخه نه يواى ځي د شانګهاى د همكاريو دسازمان په وړاندى د خنډ جوړول دى بلكې غواړى په منځنى اسيا كى دچين او روسيى د � �درت او نفوذ مخه هم ونيسى. جالبه ده چې د پورته روسى مقاماتو د څرګندونو سره سم لطيف پدرام چى د روسى سره داړيكو اوږده سابقه لرى هم د جوزا د اتمى د پيښى سره د غبرګون په پلمه غوښتنه وكړه چى امريكا يى ځواكونه بايد افغانستان خوشى كړى، هغه وويل د كنګره ګوند په هر نوم اوعنوان چې وې په افغانستان كې د امريكايى ځواكونو دشتون سره مخالف دى. ځكه چى په افغانستان كې د امريكايى ځواكونو شتون به اوږد مهال كى د سيمى په كچه د سيستماتيكو ستونزو لامل شي. د پدرام اشاره په ښكاره توګه هغه ګواښ ته ده چى روسيه او ايران يى په افغانستان كې د ام� �يكايى ځواكونو دشتون له امله خپلو ګټو ته متوجه بولى، دا يواځى پدرام ندى چى داسى څرګندوى كوى بلكى يو شمير نورى ډلى او ځينى رسنى چى د جهاد په وروسيو شيبو او بيا د مقاومت پر مهال يى د روسيى سره استخباراتى اړيكى در� �ودى هم هڅه كوى د جوزا د اتمى نيټى پيښه د امريكايى ځواكونو په وړاندى د خلكو دكركې او ناخوښى د يوى بيلګى په توګه وښايى د روان ميلادى كال د مارچ په مياشت كى د روسيه پرافغانستان ديوبل سياسي او استخباراتي يرغل په درشل كې ترعنوان لاندى ما د كرسچين ساينس مانيتور له قوله په خپله يوليكنه كې ليكلى وو: "" په ماسكو كى د شانګهاى كانفرانس دغړو هيوادو په غونډه كې به روسيه د چين په ملګرتيا د ناتو په وړاندى د يو پوځى اتحاد جوړولو په لور ګام واخلي، دا كانفرانس غواړي په دى نژديو كې د هند، پاكستان او ايران ملګرتيا هم ترلاسه كړي. د هند او امريكا ترمنځ د ښو اړيكو نوى پړاو اود هند اوپاكستان او هند او چين د تاوتريخوالى تاريخ ته كه وګورو نوګرانه برييښى چى هند دى په يوى داسي پوځى ټلوالى كې ګډون وكړي چې پاكستان دې په كې غړيتوب ولري، خو بيا هم د خبره ثابته ده روسيه غواړي د سيمى دهيوادو په مرسته د ناتو په وړاندى يو پوځى ټلواله جوړه كړى...........همدا اوس داسى آوازى شته روسيه د جهاد او مقاومت په وخت كى په خپلو متحدينو په پټه توګه وسلى ويشي، دا هم ويل كيږي چې د همدى ټلوالى يو غړى همدا اوس د ايران په سفر دى ترڅو وكولاى شي په دى هكله د ايران ملاتړ ترلاسه كړي. كه دا خبره رښتيا وى نو زښتى زياتى انديښنى وړ ده، داسى ښكاري چې روسيه لا دمخه د افغانستان د بې ثباته كولو هڅى پيل كړى، د څو مياشتو راپديخوا روسيه كله په افغانستان د پورونو خبره راپورته كوى او كله هم په افغانستان كې د ترهګري دروزنې دمركزونو اوكله هم دا پوښتنه كوى چې د ائتلاف او ناتو پوځونه به تركومه په افغانستان كې وي. "" دادى اوس د جوزا د ۸مى پيښى نه وروسته روسيى يو ځل بيا په داسى څرګندونو پيل كړى، نه يواځى روسيه بلكى دننه په افغانستان كى د روسيى پخوانيو ملګرو لكه لطيف پدرام او يوشمير نور هم د روسيى غوښتنو او نظرونو سره ځانونه همغږي كوي، ښكاره ده دا كومه تصادفى خبره نده بلكى د يو منظم پلان يوه برخه په ډاګه كوى. د نړيوالو ځواكونو شتون اوس د افغانستان د سولى او ثبات لپاره ضروري ګنل كيږى، په دى اوس يو ماشوم هم پوهيږى كه نړيوال ځواكونه افغانستان كى نه وى يو خداى مكړه يابه افغانستان يو ځل بيا د طالبانو لاس ته ولويږى او يا به هم د په يوى ډيرى سختى كورنى جګړى اخته كيږى، هغه ډلى چى اوس هم د كرښو نه په هاخوا مزو تړلى دى او ژبنى اوقومى تعصبونو ړانده كړى ښايى په افغانستان كى كورنى جګړى ته په دى خاطر زړه ښه كړى چى په دى توګه به د افغانستان تجزيي ته لار پرانستل شى او د دوى فاشيستى مفكورى به د پلى كيدو امكان پيداكړى. او ښايى همدا لامل وى چى پدرام غوښتنه كوي چى امريكايى پوځونه دى افغانستان نه ووځى. كوم هيئت چې د دولت لخوا د دى پيښى څيړلو لپاره ټاكل شوى، بايد دا پيښه يواځى دغلا او تالان په وړه دايره كې ونه څيړي بلكى د پورته يادشوو ټكو په نظركې نيولو سره دا وګوري چې آيا دا خو د افغانستا د ثبات پرضد يوه ستره سيمه ييزه دسيسه نده؟  ", د افغانستان پرضد يوه ستره سيمه ييزه دسيسه 3150,عبدالنافع همت، کابل,"  چي دغه ته به څوک يې دا ته له کومه راغلې؟ اواز دي څومره ښکلى انداز دي څومره ښکلى ستا په اواز کي نغښتى يو د ښکلاوو جهان ستا له اوازه س� �ه د ژوند نغمې رواني د خوشحاليو قافلې رواني تل د اواز مېلمانه د غوږ کوڅې ته ورځي او دروازه ټکوي خو ستا د غږ فرشته زما د زړه کورګي ته نېغه راغله ستا له اوازه سره زما د زړه و کور ته د پېغلو نجونو مسته ورا راغله دريې په لاس کي، په سندرو، په نڅا راغله دا دى د زړه پر ډاګ مي څو څڼورو زلمو يو مست اتڼ واچاوه زه هم دا اوس د دوى خندا، د ډول درزا غاړه غړۍ اورم ه د غره لمن کي د کوچيانو څو کېږدۍ وينمه يوه کوچۍ وينمه ژى پر اوږو، مخ پر چينه روانه له � �ېره نازه څخه  کږه وږه روانه او دا سندره وايي: که مي خداى خپل همزولى يار کړ دا سور پېزان به نذرانه کي ورکومه زه د يو غره لمن کي يو شپونکى هم وينمه د سپينو وريو تر څنګ خوږه شپې� �ۍ غږوي دا دى نرى- نرى باران هم اوري زه يې د هر يو کوچني څاڅکي کښهارى اورم دا دى دا اوس زما د زړه په ښار کي يوه کاروان واړول دا دى اوښان يې چوک کړل دا دى زه دوى ته غوږ يم زه د اوښانو غړغړې اورمه د کاروانيانو هم همې اورمه څه عجيبه سوداګر د ښاپېريو غوندي ها دي بارونې خ� �اص کړل بازار يې وغوړاوه دوى خنداګاني- ترانې راوړي دوى يو مست شور، مستي نغمې راوړي دا دى دا ټول غږونه بېرته راټول سول سره په يوه غږ واوښتل خو دغه غږ د چا دى؟ ته به حيرانه يې چي دا به څوک وي غوږ رانژدې کړه ګراني تا يادوم دا ستا اواز، دا ستا خندا يادوم. ", چي دغه ته به څوک يې؟ 3151,,"     ", يوه شپه له جهاني سره دکاناډا په ټورڼـټو کې 3152,," د ماين يوې درندې چاودنې د ننګرهار د خوګيانيو ولسوالۍ د کوز بهار سيمه کې نن غرمه يو شمير امريکايان مړه او ژوبل کړى دي .په چاودنه د ائيتلافى ځواکونو يو فوځى ګاډى چې د ګزمې په حال کې وو،په بشپړه توګه له مينځه تللى دى .د ائيتلافى ځواکونوپه يوه خبر پاڼه کې راغلى، چې ٢ تنه امريکايان مړه او يوافغان ترجمان او دملى اردو يو عسکر ټپى شوي دي . په سيمه کې ځايى خلک د ٢ تنو دوژل کيدو او ٢ تنو دټپى کيدو خبره کوي . طالب جنګياليود بريد پړه منلې او ددغه ډلې يوو ياند وايى چې د ريموټ کنټرول د چاودنې له مخې يې ٢ تنه امريکايان وژلى دي. ",ننګرهارکې امريکايان مړه او ژوبل شوي دي 3153,," حسين فاضل سنچارکى چې د اطلاعاتو ، کلتور او ځوانانو وزارت د خپرونو مرستيال وو، له خپلې دندې استعفى کړې ده .د دغه وزارت وزير داکتر رهين په دې هکله ناخبرى ښودلې . هغه مهال چې رهين د ولسى جرګې د باور رايې تر لاسه نه کړى، سنچارکې هم ددغه وزارت دوزير څوکۍ ته د کانديدتوب هلې ځلې پيل کړي .ويل کيږي افغان ولسمشر غواړى رهين يو ځل بيا د وزير په توګه ولسى جرګې ته ورو پيږنى .سنچارکى د کارکولو له پاره په دغه وزارت کې اوس مهال د نامناسبې فضا څخه ناخوښى ښکاري .د نوموړى استعفى په هک� �ه دولسمشر پريکړه لا هم نه ده څه څرګنده . ",دکلتور وزارت مرستيال استعفىورکړې 3154,," نن ماښام د کنړ ولايت د واټه پور ولسوالۍد ګورګښت سيمه کې دملى اردو يو ډاټسون موټر په ماين والوت چې له امله يې د يو صاحب منصب په ګډون ٢تنه مړه او ٤ تنه نور ټپيان شوي دي . ټپيان په کنړ کې د ائيتلافى ځواکونو روغتون ته ليږدول شوي دي .د ماين چاودنه هغه مهال � �امينځ ته شوې ده ،چې نوموړو کسانو دچارواکو په وينا د ماڼوګى ولسوالۍ کې ميشت د ملى اردو ځواکونو ته تنخواګانى ليږدولې . ددغه بريد پړه تر اوسه چا نه ده منلې .د يوبل رپوټ له مخې طالب جنګياليو د کابل - جلال اباد د لويې لر په اوږدو، وريښمين تنګې کې په يو وسله وال بريد کې د ٣ تنو پوليسو د وژلو ادعا کړې، چې په اړونديې رسمى پخلې لا نه دى شوى . ",کنړ کې د اردو ٢عسکر مړه او ٤ تنه ټپيان شوي 3155,," د روغتيا وزير ډاکتر فاطمى چې د سويس په پلازمينه ژنيو کې د نړيوال روغتيايى سازمان د کلنۍناستې له جوړيدواو ګډون څخه خوشاله او راضى بيرته خپل وطن ته راستون شو ، بينوا ته د دغه سازمان د اجرايوى بورد د غړيتوب د ترلاسه کولو خبره وکړه او زياته يې کړه چې د بودجوى تګ لارې بورد ته به هم د افغانستان استازى ور وپيږنى .بودجوى بورد ١٢ تنه غړى او اجرايوى بورد کې ٣٤ هېوادونه غړيتوب لري . په دغه سازمان کې ١٩٢ هېوادونه غړيتوب لري ،چې ٥٩ کاله وړاندې جوړ شوي دي. ",افغانستان دروغتيايى سازمان د اجرايوى بوردغړى شو 3156,," افغان ولسمشر حامد کرزي بهرنيو هېوادونو ته د دولتى چارواکو او پلاويو د ښه سمون او د غير اړينو سفرونو د مخنيوى په هکله يو حکم صادر کړي دى ، چې له مخې يې د بهرني هېوادنو او موسساتو ټول بلن ليکونه يوازې د بهرنيو چارو وزارت له لار ې د اجراْ وړ بللى دي . د نوموړى د حکم له مخې هغه بلن ليکونه چې د فکس يا بريښنا ليک له مخې د اداراتو او اشخاصو په پته رسيږي د اعتبار وړ نه دي اولار ښونه يې کړې چې د پړاونو له وهلو څخه يې دې ډډه وشي .د حکم له مخې له هغو مسافرتونو څخه چې ددولت په لګښت سره کيږي ، يوازې په اړينو حالاتو کې چې د بهرنيو چارو وزرات له خوا تائيد شوي وي ،له نورو دې ډډه وشي . په حکم کې � �اغلي چې دجيب خرچ د مقررې تر تعديل پورې دې ، د جيب خرڅ له لګښتونو څخه چې لګښت يې کوربه هېوادونه او موسسات و� �کوي ، مخنيوى وشي . ",بهر ته ددولتى سفرونو په هکله د کرزي حکم 3157,," د سويډن ددفاع وزيره ميرمن( لينى بروک لوند ) د افغانستان شمال د بلخ ولايت مزرارشريف ښارکې نن د خپل هېواد له ځواکونو سره يو ځاى د خپل هېواد ملى ورځ ولمنانځله او دافغانستان د اوسنيو حالاتو په اړونديې ، چې د نوموړې په ينا وضعه يو څه بې ثباته شوې ، انديښنه وښودله او ټينګار يې وکړ چې دغه حالت بايد بدلون ومومي .ميرمن لينى په افغانانو او ڼړيوالو ځواکونو غږ وکړ، چې د يوبل م� �اتړ وکړي او د افغانستان د امنيت د ټينګولو په هکله له يوبل سره مرسته وکړي . سويډن افغانستان کې ٣٠٠ ځواکونه � �ري چې د افغانستان شمال څلورو ولايتونو د ولايتې بيارغاونې په ډله کې دنده په مخ بيايى .نوموړې دمرستندويه ، خيريه ټولنوپه کارکونکو اوښونځيوباندې د بريدونو په اړوند انديښنه وښودله او له افغان دولت څخه يې وغوښتل چې � �املونه يې دې پيدا کړي . ",د سويډن د دفاع وزيره افغانستان ته راغلې 3158,," له څلوروکلونووروسته افغان دولت اوس ومنله چې د نيشه يى توکو په وړاندې دولتى تګ لاره نيمګړې ده او د سره به پرې کتنه وشي . د دولت وياند کريم رحيمى نن خبرى ناستې ته په ډاګه کړه چې اوس مهال د نيشه يي توکو قاچاقچيانو ته ډيره گټه رسيږي . رحيمى يادونه کړه چې د نوې تګ لارې له مخې به دقاچاقيانو په وړاندې مبارزه ، د بزګرانو سره د پام وړ مرستې او د بديل معشيت اغيزمن پ� �وګرام په اړوند به ټينګ اقدامات تر سره شي . ",دنيښه يي توکو په وړاندې تګ لاره نيمګړې راووته 3159,," نن سهار د جلال اباد هوايى ډګر په توغنديو ويشتل شوى دي . په ننګرهار کې يو امنيتى چارواکي د پېښې پخلۍ کړى او وايى بريد مرګ او ژوبله نه لري او په اړوند يې څيړنې پيل شوي دي . ددغه بريد مسئوليت تر اوسه چا په غاړه نه دى اخيستى. ",د جلال ابادهوايى ډګر په توغنديو ويشتل شوي 3160,," ملګر ملتونو د يو ځانګړى رپوټ په خپرو� �و سره ويلى ، چې اوس مهال د نړۍ څه کم ٢٠٠ ميليون وګړي له خپلوپلرنيو هېوادونوڅخه بهر ژوند کوي . اکثرا کډوال � �تمنو هېوادونو ته کډه شوي دي .د دغه رپوټ له مخې په کال ١٩٩٠ کې د کډوالو شميره ١٥٥ ميليون او په کال ١٩٩١ کې ١٩١ ميليون وګړو ته رسيدلې وه .ددغو کډوالو ٤٣ فيصده اروپا ٢٣% شمالى امريکا،٢٨ اسيا ، ٩ % افريقا ،٣ % لاتينه امريکا او ٣ % اوقيانوس هېوادونه تير کال کوربه وو. ",د نړۍ د کډوالو شمير ١٩١ ميليونونفرو ته رسيدلى 3161,," ټاکل شوې ده ، دافغانستان د ثبات د ټينګشت او امنيتى لارو چارو اودندو په اړوندد ناټو د دفاع د وزيرانو ناسته د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې جوړه شي . دغه ناستې ته به د افغانستان ددفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردک او د امريکا ددفاع وزير هم ورشي . د ناټو د دفاع د وزيرانو ناسته په داسې مهال کې جوړيږي چې افغانستان کې په بهرنيو او دولتى ځواکونو د مخالفو جنګيا� �يو بريدونه ډير شوي او د هېواد دننه او بهر د سولې او ثبات په هکله يو لړ انديښنې مخ په زياتيدو دي . ",دافغانستان په هکله دناټوددفاع وزيرانوناسته جوړيږي 3162,," ١٤ اروپايى هېوادونه په دې تورن شوى ،چې د امريکا داطلاعاتو د مرکزى سازمان سره يې د شکمنو ترهګرو د نيونې ، ليږد او بند په هکله مرسته کړې او ددغه سازمان په واک کې يې پټن ځايونه ،هوايى ډګراو نور امکانات په واک کې ورکړي . په هغه رپوټ کې چې د اورپايى ټولنې په سپارښتنه د يو سويسى سياستوال ( ديک مارتى) له خواپه ٧ مياشتو کې تيار شوي د اروپا د ١٤ هېوادونو نوم راغلى دي . د رپوټ � �ه مخې پولنډ او رومانيا پټې بنديخانې ،ترکيې ، المان ، قبرس ا و هسپانيا د نيول شوو کسانو له پاره لنډ مهال تم ځايونه جوړى کړي او يونان ، ايرلند پرتګال، او برتاينا د امريکا اطلاعاتې سازمان ته اجازه ورکړې چې د هوايى � �ګرونو څخه يې په دغو عملياتو کې ګټه او کار واخلى .په رپوټ کې راغلى چې يو شمير اروپايى هېوادونو د (سى اى اى ) په واک اطلاعات ورکړي. .دغه رپوټ به ډير ژر خپور شي .اروپايى ټولنه چې ٤٦ هېوادونه په کې غړيتوب لرى په کال ١٩٤٩ کې جوړه،او يو شمير ناظر غړي هم لري. ",اروپا له (سى اى اى) سره يو لاس وه. 3163,," د افغانستان د ملى امنيت د ادارې لوى رئيس امرالله صالح نن د لومړى ځل له پاره کابل کې يوې خبرى ناستې ته د کابل ښارد جوزا د اتمې نيټې د مظاهرې او ب� �وا په اړوند يو لړ څرګندونې وکړي او په ډاګه يې کړه چې په بلوا کې وړو ډلو لاس درلود او د مظاهرې پارونکى له يو � �مير بانډونو سره تړاو لري . ده د ډلو اوبانډونو نومونه په ګوته نه کړل . نوموړى وويل دپېښې د عاملينو د نيولو � �ړۍ لا هم روانه ده او ددغو کسانو نوم ليک لري او تر اوسه يې څه باندې ٢٠٠ کسان په دې تور نيولى ، چې له نيمايى څخه زيات لا هم بنديان دي او پلټنې ترې روانې دي .امرالله ز ياته کړه چې اوس مهال نه شى څرګندولاى چې په دغه پېښه کې به لويې سياسى ډلې لاس ولري او که نه؟ ده د پارونکو شميره لس تنه په ګوته کړه .د پېښې په اړوند اوس يو شمير ځيړونکى او سياستوال فکر کوى چې دا يوه سيمه ايزه دسيسه وه او ممکن ديو شمير بهرنيوکړيواو هېوادونو لاس هم په کې وي . ",دتيرې مظاهرې پارونکى له وړوبانډونو سره تړاولري 3164,سلېمان احمدزﺉ - کندهار," سلېمان احمدزﺉ - کندهار  د ټولو افغانانو غوندې زه هم يو يم چې په افغانستان كې د اوسنۍ روانې سياسي وضعې په اړه راته په سلهاوو پوښتنې پيدا دي، نه يې د تحليل تومنه په ځان كې وينم او نه هم چا راته قانع كوونكى ځواب راكړى . د طالبانو د حكومت له ړنګېدو څه باندي څلور كاله اوړي، خو ورځ تر بلي يې قوت موندلى دى، دا چي دوى څنګه او ولي دومره فعاله شوي، خداى په خبر دى. خو برعكس افغان دولت چې بايد پر ټول هيواد يې نور هم خپله واكمني ټينګولاى ورو_ورو د ناكامۍ پر لور روان دى. د هيواد � �ه جنوبي سيمو ځني هره ورځ د نا امنيو خبرونه اورو، كله ځانمرګى بريد شوى وي، كله هم د ملي پوځ او ملي پوليسو پر كومه ټولۍ راكټونه توغول شوى وي. او كله هم پر امريكايي هډه بريد شوى وي، خو كه له دې ټولو پېښو نه يوه هم نه وي، نو دا خبر خو هرو مرو اورو چې په پلانۍ ولسوالي، كلي، يا سيمه كي ښوونځى وسوځول شو. د بريدونو په اړه كه � �ه  افغان چارواكو پوښتنه وشي ځواب يې دا وي چې دا كار د هيواد د دښمنانو دى، د سر او م ال زيان نه لري، پلټني رواني دي، په دې تور تر اوسه څوك نه دى نيول شوى. ( كه فكر وكړو دا خبري سر تر پايه تكرار دي). د مخالف لوري ادعا بيا بيخي سرچپه وي، هغوى بيا په ډېر افتخار سره وايي چي . . . . . . . . تنه امريكايان يې وژلي دي، څو موټر ي يې سوځولي او . . . . . او امريكايانو يا په بله وينا ايتلافي ځواكونو چي بيا په كومه سيمه كي د دوى په وينا عمليات كړي وي  او بمباري يې كړې وي، كه ترې وپوښتل شي ځواب يې دا وي چې . . . . . . . . تنه طالبان وژل شوي او .  . . . . ژوندي نيول شوي دي. (خو وروسته چي پ� �ټني وشي نه طالبان وي نه شى، ټول زيان يې عوامو ته اوښتى وي چي ښكاره بېلګه يې تېره مياشت د كندهار په پنجوايي او د هلمند په باغران كي د سلګونو عوامو وژنه ده). د دې لپاره چي له موضوع ډېر لرې لاړ نه شم اصلي مطلب ته راګرځم، زموږ كور له كندهار ښار نه لږ دباندي دى، درې ورځې وړاندې سهار څه كم نهه بجې له كوره راووتم غوښتل مي بازار ته لاړ شم، ځكه له كاره رخصت وم. نور وخت به  بازار ته په ټكسي كي تلم، خو په دې ورځ مي غوښتل چي بازار ته په لاره كي د خپل ملګري دكان ته ورشم او همېشنۍ ګيله يې ور رفعه كړم چي ويل به يې پوښتنه نه ورباندې كوم. د ملګرې دكان مي د كندهار ښار په حضرت جي بابا كي دى، هلته ناست وم چې د كاناډايي ځواكونو څو موټري تېر شول، د دوى تر تېرېدو به پنځه دقيقې هم نه وې تيري چې د چاودني يو دروند غږ مي تر غوږ شو، سر مې په و نه ګرځاوه، لږ وروسته مې د ملګرې ورور په نيولې ساه راغلئ ويل په عيدګاه دروازه كې ځانمرګى بريد وشو، ما � �ا پوښتنه نه وه كړې چي هغه ويل پر كاناډايي پوځيانو وشو، ما ويل څوك يې ووژل. ويل نه چې هغوى تېر شول چاودنه وشوه، او قربانيان يې ټول عوام دي، ژر مې راډيو ونيول. راډيو ګاني خو هم نن سبا ماشاءالله ډېر ژر خبرېږي په خبرو كي يې ويل((د كندهار په عيدګا جاده كي د كاناډايي ځواكونو  د تېرېدو پر مهال ځانمرګى بريد وشو چې له امله يې څلور تنه مړه او ديارلس زخميان دي، ويل كېږي چي د بريد موخه د كندهار والي اسدا� �له خالد و، خو د عيني شاهدانو په وينا د پېښې قربانيان ټول عوام دي)). له دې وروسته زه هم  د پيښې ځاى ته د ليدو په تمه روان شوم، خو پوليسو نه پرېښودم. دا چې بېكاره وم نو موټر ته وختم مخ د مي� �ويس روغتون پر لور روان شوم، هلته چي ورسېدم رښتيا هم بېله عوامو بل څوك نه وه زيانمن شوي. پرون مي په بېنوا ويبپاڼه كي يو خبر وليد چي ((د كندهار په چاودنه كي د طالبانو لاس و))  خبر چي مي ولوست د طالب وياند قاري يوسف احمدي له خولې ليكل شوي وه چي په بريد كي يې . . . . . . . تنه امريكايان وژلي او .  . . . . زخميان كړي دي. د قاري صاحب دا خبره كه رښتيا وي نو باور وركړئ چي ډېر ا� �مان راته ودرېدئ، ځكه په دې كې خو يو امريكايي او آن افغان پوليس او پوځي لا هم نه وو وژل شوى. خو له دې سره مي له سلګونو سوالونو ځني يوه ته ځواب پيدا شو، هغه دا چي چي: ((طالبان مو امريكايان ګڼي، او امريكايان مو طالبان، تر ټولو بده يې لا دا چي افغان دولت مو هيڅ هم نه بولي)).   ",دوى لكه چي موږ امريكايان بولې؟! 3165,ميلاد," د ""ميلاد"" ليکنه زموږ د در پدره خو مغروره او سرکښه افغان ولس په تندي کې به خداې  همداسي ور ليکلي وي چې هرکله يې د هر جابر او مغروره يرغلګر سره  مخه سوه نوتر هغه به يې ورسره وهي چې عصري وسلو ته يې  � �ومړی تخنيکي ستونزي پېښي کړی  او وروسته يې  بيا و ځغلوي او و يې شړي ! ويل کيږي چې دافغان  غمځپلی ولس او په کابل کې د غلو او ورانکارو په وروستيو ګډوډيو کې دبې ګناه خلګو د مړو  استازو په کابل کې د امريکې و سفير ته ويلي دي چې دونالد رامسفلد دامريکې ددفاع و وزير ته  ووايې چې هر هکله چې دلته جنګي چورلکي رااستوي نو داسي چورلکي دي را وليږي چې په ونو کې بندي نشي، په هوا کې و نه چوي، پر مځکه  يې خړوسکي باد نشي او د کښېناستو په وخت کې  د تخنيکي ستونزو په وجه اور وانخلي ! هغوی دا هم ويلي دي چې زموږ په هېواد کې و خپلو سر اخيستی نشه اي يرغلګرو جګړه مارو امريکايې پوځيانو ته دي ووايې چې دا سي ايف شپاړس جنګي طيارې دي زموږ ډاګ وطن ته را وليږي چې په خطا سره بې ګناه ملکي کسان بمبارد نکړي ، په تخنيکي اشتباه سره  دي پر کلو  بمونه و نه اوروي ، له وېري دي  پر ماشومانو باندي خوښه يې او اور اچوونکې بمونه نه اوروي او په خطا سره  دي شل ټني بمونه پر ښځو او سپين ږيرو او ددوﺉ د ودونو په جشنو کې نه ايله کوي . په کابل کې دمړو پلرو او ميندو استازو و ښاغلي نيومن دا مريکا سفير ته داهم ويلي دي چې افغانستان ته دي داسي ټانکونه او زره پوښه  م وټري را وليږي چې د څو تنو افغانانو د را ټولېدو دويري په خاطر دي يې بريکونه و نشليږي، ترافيکي پېښي پېښي نه کړي ،  له ګېره و نه وزي او تخنيکي ستونزي پيدا نکړي !  يعني داسي کومه تخنيکي څه ونکړي چې په لسګونو تنه ووژني او په سل ګونو نور ټپيان کړي او بيا دي ددې وطن غله او ﻻروهونکي وپاروي چې د کابل ښار چور او نور ښارونه دي د اور په لمبو کې و سوځوي  !",بې بريکه ټانکونه او ترافيکي پېښي! 3166,," د ارزګان د ترينکوټ لاره کې نن غرمه د ائيتلافى ځواکونو په کاروان وسله وال بريدشوى دي . کندهار کې د ائيتلافى ځواکونو وياند د بريد پخلۍ کړى دي او وايى چې ٥ تنه وسله وال طالب جنګيالى يى د يو ساعته جګړې په ترځ کې وژلى دي . ده وويل ائيتلافى ځواکونو ته مرګ او ژوبله نه ده رسيدلې اوجګړه هغه مهال رامينځ ته شوه چې يو شمير وسله والو جنګياليو زموږ په ځواکونو وسله وال ب� �يد پيل کړ. ",ارزګان کې په ائيتلافى ځواکونو بريد شوي دي 3167,(( ابراهيم سپېڅلى ))," درنولوستونكوعصمت (( زهير)) په ځوانوليكوا� �انواوشاعرانوكي خپل ځانته يوجلاځاى لري ځكه نوموړي تراوسه پرښوشعرونوسربېره ځيني څيړنيزي مقالې اودپښين دتاريخ په اړه يې يوكوچنى كتاب هم ليكلى چي دپښين په اړه دځوانوڅيړونكوسره ډيره مرسته كولاى سي .  مركه كوونكى : (( سپېڅلى ))  درنولوستونكوعصمت (( زهير)) په ځوانوليكوالانواوشاعرانوكي خپل ځانته يوجلاځاى لري ځكه نوموړي تراوسه پ� �ښوشعرونوسربېره ځيني څيړنيزي مقالې اودپښين دتاريخ په اړه يې يوكوچنى كتاب هم ليكلى چي دپښين په اړه دځوانوڅ يړونكوسره ډيره مرسته كولاى سي . ددې ترمخه چي دده سره زموږ دهمكارمحمدابراهيم (( سپېڅلي )) يوې مركې ته ستاسوپام راواړو غواړوچي دده دپېژندګلوى په اړه يوڅه نورمعلومات هم دركړو.   ښاغلى عصمت (( زهير)) دنن څخه كابويوڅلويښت كاله وړاندي ( ۱۹۶۴) كال دفروري دمياشتي پرشپږمه نېټه دښاغلي حاجي ملك محمددين په كاله كي دې نړۍ ته راغلى اوهملته په پښين كي په ډګري كالج كي ترددولسم ټولګي پوري زده كړي كړي اوورسته يې بياڅلوركاله په كابل كي د(كادرهاى جوانان) په څانګه كي زده كړي ترلاسه كړيدي د( ۱۹۸۵څ خه تر۱۹۸۶ )پوري يې په كوټه كي ( پلوشه ) دوه مياشتنۍ مجله چلول چي ورسته تراقتصادي ستونزويې نوردمجلې كارپ� �ېښودخواوس يې بياپه كوټه كي د( لمبې ) مجلې دمرستيالۍ دندي ته اوږه وركړېده له دې سره سره يې يوه شعري ټولګه (دسندرواوښكي )هم چاپ ته چمتوده چي دبرياليتوب په هيله يې داده مركه خپره و خوبايديادونه وكړو چي دامركه يوڅو مياشتي وړاندي په كندهاركي ورسره سويده اوپه لومړي سركي ورڅخه پوښتل سويدي چي دشعردشاپيرۍ سره مودميني تا� �څنګه غوټه كړى ؟   ځواب : ډيري لاري كيداى سي خوزه شعريوازي په مينه پوري نه تړم بلكي په ټولنه كي كله ،كله داسي حالات راپيداسي چي سړى خوږمن كړي اوودې ته يې وهڅوي چي شعرته متوجه سي ،زمابه هم دامينه يوه پيلامه ګرځېدلې وي خوكله چي مادشعرپه ډګركي ګام كښېښودنوماډيرڅه وليدل لاكن زه دخپلې ټولني غربت ( په داسي حال كي چي زه ديوې بډايه كورنۍ غړى يم ) شعرليكلوته هڅولى يم خوماپه يوازي هيڅكله داهڅه نه ده كړې چي زه خپل درداوسوز په شعركي انځوركړم كه مي انځوركړى هم دى نومادخپلي فيوډالي ټولني غريبان راسره ګډكړيدي .  پوښتنه :دڅه ډول شع� �لوستنه مودزړه تنده درخړوبوي ؟  ځواب : زه خپله درحمان باباڅخه نيولي بياترځوانوشاعرانوپوري ټول لولم خو� �يره تنده مي دهغه شاعر شعرراماته وي چي ځانته يوځانګړى سبك ولري ،په شعركي يې ددې ځپلي اولس لپاره يوپيغام پ� �وت وي اوتكراري شاعري يې نه وي كړې دبيلګي په ډول زه تاسوته ديوه كتاب مثال راوړم : تېركال دځوان شاعرسهيل ( جعفر) شعري ټولګه ( دياد په جزيره كي )مايوڅوپاڼي ولوستل دلوستلوپرمهال ماته رحمت شاه ( سائيل ) دستي راپه زړه سوځكه دده شعرونه داسي راته ښكارېدل لكه درحمت شاه ( سائيل ) شعرونه چي لولم نومي دځانه سره وويل چي ماخو د( سائيل ) صاحب شعرونه ډېرويلي دي نوزه بايدهغه ولولم .  پوښتنه : كه دخپل شعرپه اړه راته وواياست چي شعرد� �باندي راوري اوكه يې ځانته په زوره راولى ؟  ځواب : ماشعوراً داكوښښ نه دى كړى چي زه دي شعرته كښېنم خوشعركله ،كله ماته وايې چي ماوليكه نوكله چي شعروليكم اوبيايې ورسته لولم داسي فكركوم چي دابه مانه وي ليكلى خوزه وايم چي شعردعلان په بڼه كي راسي اودپيغام شكل واخلي دابه ډيرښه وي .  پوښتنه: ديوه شاعراوليكوال په صفت دكندهاري ځوانوشاعرانواوبيادډيورنډدتوري كرښي هاخواته دكوټي،پښين ، ږوب اوچمن ځوانانوشاعري څنګه سره پرت� �ه كوى ؟  ځواب : عبدالباري ( جهاني ) دكندهارپه اوسمهال شاعرانوكي يوه ځانګړې څېره ده له هغه څخه ورسته په ځوانانوكي د( محمديار ) ( پتيال ) اونوروځوانوشاعرانويونيم شعرونه چي مااورېدلي دي ښه شعرونه ليكي په ښځينه � �اعرانوكي پروين ( ملال ) ښه شعرونه ليكي همدارنګه احمد(( صميم )) پخواډيرښه شعرليكى اوبيادليكي هاخواته زماپه خيال درويش يوه داسي كلاجوړه كړېده چي هيڅوك ښورلاهم نه سي وركولاى ،دغسي په پښين كي فروفيسررازمحمد( راز) په فلسفي اندازباندي ښه شعرليكي په لورلايي كي خيرمحمد( عارف ) اوافضل (شوق)اودپښيين په ځوانانوكي محمدنعيم( آزاد) ډيرښه شعرليكي .  پوښتنه: زهيرصاحب !هلته دپښتوبهير څنګه ارزوى ؟  ځواب : اوس دخداي څخه ډيردشكرځاى دى چي افغانستان مخ پرجوړېداوددې جوړېدوسره هلته يوڅه ګڼه ګوڼه جوړه سوېده يوڅه مجلې راوتلي دي كنې ترمخه دكوټي په سيمه كي يوازي د( اولس ) په نامه دولتي مجله وه چي په اووه پينځوس كاله كي يې اكثره وخت دافغانستان پرضدباندي خپروني كولې خواوس ډيره دخوښۍ خبره ده چي دكوټي څخه دامهال ( لمبه ) ( پښتو) اومخكي ( پالنه ) راوتل چي موږ يې غنيمت بولو،همداراز په كوټه كي راډيوتلويزون اوپښتواكاډمۍ سته خوداسي يوكاريې نه دى كړى چي يادونه يې وسي كه څه هم پښتواكاډمۍ دنظرمات لپاره ځيني كتابونه چي پښتوټولني په كابل كي پخواخپاره كړي وواودوى بياتكراراً چاپ كړه بيايې هم موږيونيك كاربولوخوكه رښتيادرته ووايم ډيره اغيزه راباندي دكندهارپرته ده ځكه داوخت له كندهاره څخه موږته ( ښكلا) (تنده) (هوډ) اوكندهارمجله يادكابل څخه ( هوسۍ ) (ميوند) ( ورېښم) اونوري... راځي چي په � �وستلويې زموږ تنده خړوبيږي .  پوښتنه : تاسودپښين دتاريخ په اړه يوكتاب ليكلى ددې كتاب ليكلوته موڅنګه زړه ښه كړ ؟  ځواب : يووخت ،يووخت به ما داځيني تاريخي اسنادكتل نودكندهاراوپښين خبري به رامنځ ته سوې بياماپه كال ( ۱۹۷۰ ) كي دخپل پلاردمځكويوڅه قبالې وكتلې په هغه كي داراته معلومه سوه چي زماپلاردمځكوماليه په كندها� �كي تحويل كړېوه نودلته ماته داپوښتنه راپيداسوله چي داكندهار او پښين دتاريخ په اوږدوكي يودبله سره څه اړيكي درلودلې اوزه څنګه كولاى سم چي داخبره ښكاره كړم؟ هغه ړچي پلټني مي پيل كړې اوپه دې پلټنوكي ماته څرګنده سوه چي كندهاراوپښين لكه نوك اوورۍ هيڅ ډول بيلتون نه مني ځكه ماداويستاپه متنونوكي داخبره پيداكړه چي كندهاراوپښين بيخي سره يو شىدي ،بياچي مي پلټني پيل كړې اوداخبره مي په هغه كتاب كي هم كړيده چي دپټي خزانې � �يرجزيات په پښين پوري تړلي دي اودوهم داچي كندهاريوولايت ړاوپښين يې يوه اولسوالي وه نوځكه دشپږمي پيړۍ څخه مي راپيل اوتراتلسمي پيړۍ پوري مي راورسول اونورهم كوښښ كوم چي دغه لړۍ وغزوم .  پوښتنه : اوس مونورڅه ترقلم لاندي سته ؟  ځواب : بلې اوس مي له پټي خزاني څخه يوشاعرراخيستى دى چي دپښين دلرغونوشاعرانوڅخه ړ حافظ رحمت خان اڅكزى نوميدى چي درحمان باباهم عصره و اوبل پريوه بل شاعرملازبردست چي دلوى احمدشاه باباهم عصره اودپښين دترينوله بټيزيوڅخه ړ يوڅه كارراپيل كړيدى همدارازمي د( فوشنج ) پرټكي هم يوه څيړنه راپيل كړيده چي عبدالباري ( جهاني ) پخپل كتاب ( هرات،پښتانه اوستره لوبه ) كي چي كله دفوشنج خبره كوي نوپه قوس كي ورسره ( پښين ) ليكي نوپه دې حواله مي هم يوڅه ترقلم لاندي دي كه خداى وكړه چي بشپړسي نوبه ډيرښه كاروسي .  پوښتنه : دخپل � �عرڅخه څونده خوښ ياست ؟  ځواب : والله څه به درته ووايم كله چي يوشعروليكم نوترهغوچي بل شعرليكم يوڅه مي زړه په تړلى وي خوچي كله بيانوى شعروليكم هغه پخوانى شعربياچنداني خوندنه راكوي .  هيله: ښاغلى عصمت الله (( زهير)) كه ستاسوددې په زړه پوري مركې په ورستۍ برخه كي يوه غزل زموږپردرنولوستونكوباندي ولوروى نودابه م وځواني وي .  ځواب : دغه يوه غزل مي نوې ليكلې ده كه موخوښه وي ستاسوله لوستونكوسره به شرېكه كړم :                        غزل چي سوې رايادي ډكي سترګي مات زړګي وژړل  دومره بربادسوم چي پرما پردي سړي وژړل زه دي په تمه دراتلودړوم ځان ته ځوا ني  دنوي قبرسرته ناست چاليوني وژړل  مادګلاب ځواني ساتلې ده دزړه په وينو  په ماتېدوو،دزړه تل كي مات اغزي وژړل  وي به كوم قبرزما دمور،زمادوژلي با با  لاسونه غبرګ بې مړوندويوه كوچني وژړل  يوازي اوښكي يا قوتي سكروټي نه سړوي  څيري ګريوان ځان ته (( زهير)) ورك اجنبي وژړل  ښاغلى (( زهير )) صاحب له تاسوڅخه ډيره مننه چي زموږ ټولوپوښتنوته موپه ورين تندي ځوابونه وويل اوپه ورستۍ برخه كي موپخپله يوه غزل هم ونازولونوتاسوته دژوندپه ټولوكارونوكي لابرياليتوب غواړو. زهير: له تاسوڅخه هم مننه چي موږ ته مودمركې وخت راكړاوستاسوپه واسطه موله درنو لوستونكوسره دزړه خواله وكړه بياموهم مننه . پاى ",يوازي اوښكي ياقوتي سكروټي نه سړوي ( مرکه ) 3168,," کندهار کې فوځى چارواکو ادعا کړې ، چې د ارزکان د چورې ولسوالۍ کې يې د يولړ تصفيوى عملياتو په ترځ کې ٢٥ تنه طالب جنګيالى وژلىدي .کندهار کې د اتل فوځى قل اردو م� �ر جنرال رحمت الله روفى بينوا ته وويل په وژل شوو کسانو د ملا حفيظ الله، ملا عتيق الله او ملا لطيف الله په نو مونود طالبانو ٣ تنه وتلى قوماندانان هم شامل دي . ده زياته کړه دچورې ولسوالۍ کې اوس مهال تصفيوى عمليات پاى ته رسيدلى دي . ",٢٥ تنه طالب جنګيالى ارزګان کې وژل شوي 3169,,"   جرمني خبري اژانس یا DPA یوه خبریال ته چې له دغه اژانس سره په کابل کې خبریالي وکړي اړتیا لري په انگلیسي ژبه روان وگړیږي او وې لیکلای شي په چاپي مطبوعاتو کې یې کار کړی وي او څو کاله یې په ژورنالیزم کې کار کړی وي. انگلیسي متن یې هم کتلای � �ئ. DEUTSCHE PRESSE-AGENTUR (DPA) DPA is looking for a new Afghanistan",جرمني خبري اژانس کابل کې خبریال ته اړتیا لري. 3170,," سره له دې چې د افغانستان په يو شمير سيمو کې د دولت اومخالفو جنګياليو ترمينځ د مرګ او ژوبلې لړۍ زور اخيستى ، د هېواد ګڼ شمير ولسى وګړى بيا هم هره ورځ د ناکراريو او ناامنيو قربانىګرځي . هرات کې پلار او زوى يې په دې ګناه چې سوداګروو، او پيسې لرلې د ناپيږانده وسله واله کسانو د مردکيو ښکار ګرځيدلى او خپل ژونديې له لاسه ورکړي دي . فراه ولايت کې يو افغان انجينرپرته له دې چې د مړينې لامل يې څرګند شي نامالومو کسانو وژلۍ دى. کابل کې بيا يو ٨ کلن ماشوم د امنيتى چارواکو په و ينا د خپل پلار او مور دزو رزياتى ، وهلو او ډبولو قربانى شوى او د کابل يو رغتون کې يې سا ورکړې ده . ",هرات ،فراه او کابل کې ٤تنه ولسى وګړى وژل شوي 3171,," دهغه وسله وال بريد په ترځ کې چې تيره شپه د پکتيکا د سروبى ولسوالۍ کې تر سره شوى ٣ تنه دولتى عسکر ټپيان شوي دي. د پکتيکا د پوليسو مشر د بريد پخلۍ کوي، او وايى دغه بريد تيره شپه شوى دي اووسله والو بريد کونکو ته هم د سر زيان رسيدلى دى . ",پکتيکا ٣ سرتيرى په بريد کې ټپيان شوي 3172,میرویس جلالزی," د عراق  دولتي ټلويزيون نن دا خبر د نوم وړي هيواد له لمړي  وزير نوري المالکي نه په نکل خپور کړ. د مالکي سلاکار ادنان الکاظمي ويلي چي نوموړی د چهارشنبې په ورځ ناوخته په بغداد کي وژل شوي خو نور جزيات په دې اړه نه دي خپاره شوي. د عراق لمړي وزير دا هم وويل چي له زرقاوي سره ٧ تنه نور کسان هم وژل شوي دي ", د القاعدی مشر ابومعصب زرقاوی وژل شوي دي 3173,," ", 3174,," کندهار کې د ائيتلافى ځواکونو وياند منلې چې دز ابل ولايت د اټغر ولسوالۍ کې يې پرون ٤ تنه عسکر د يو خښ شوي ماين د چاودنې له امله ټپيان شوي دي . نوموړى د ټپيانو حالت د ډاډ وړ بللى او وايى ټپيان د درملنې په موخه کندهار کې د ائيتلافى ځواکونو روغتون ته ليږدل شوي دي. ",د ماين چاودنې د ائيتلاف ٤ تنه عسکر ټپيان کړي 3175,میرویس جلالزی," د زابل د والي وياند ګلاب شاه ع� �ي خيل وايي د چهارشنبئ په ورځ يي يو (خر) چي په چاوديدونکو توکو بار وو د قلات په ښار کي نيولي ده . د علي خيل په وينا چي ترهګرو غوښتل دا خر په ريموت کنترول سره هغه وخت والوزوي چي د ايتلافي ځواکو آډي ته ورسيږي. ويل شوي په دي تور يو تن هم نيول شوي ده . د زابل د والي وياند وايي  دا لمړي پيښه ده چي دوي ورسره م خامخ شوي دي. د دولت ضد مخالفين په وار وار له موټرو او موټر سايکلو د دي بريد لپاره کار اخلي . ",تروريستان څاروي د ځان وژونکو بريدو لپاره کاروي 3176,," دولتى چارواکو ادعا کړې ،وړاندې له دې چې يو ځانمرګۍ دغزنى د اندړ ولسوالۍ کې د سړک جوړولو ترکى کمپنۍ په ځايې دفتر باندې بريد وکړي ،په خپله په چاودنه کې ټوټې ټوټې شو.همداشان د پکتيکا ولايت په شرنه کې هغه کس چې غوښتل دسپورتى لوبو په ډګر کې د نورو د وژلو له پاره م اين ځاى پر ځاى کړي، په خپله دماين د چاودنې ښکار شو. ",غزنى او پکتيکا ٢ تنه شکمن بريدکونکى وژل شوي 3177,ميرويس جلالزي,"   دا ټکی په عراق کي د امريکا د پوځ يو قوماندان جنرال جورج کسي څرګند کړ. په خټه اردني ا بومعصب الزرقاوي په دې تورن وو چي په زرګونو تنه يې په عراق کي وژلي دي . د جنرال کسي په وينا چي دوﺉ  د  زرقاوي  مړی د هغه د منګولو له چاپونو او له سترګو پيژندلی دی . له بل لوري په عراق کي د امريکا سفير زلمي خليل زاد هم د زرقا وي مړينه تايد کړه او د هغه مرګ  يې د عراق د خلکو لپاره يو ستر بريالي توب وګاڼه او دا يې هم وويل چي داد تروريزم په وړاندي يو لوی بری  ګڼل کيداي شي. امريکايي ځواکو ويلي وو چي که څوک زرقاوي ووژني ٢٥ مليونه ام� �يکايي ډالره به انعام ورکړي. د عراق لمړي وزير  نوري المالکي وويل چي زرقاوي د بعوقبه ښار په  م� �بوطاتو کي د عراقي  وګړو د استخباراتي معلوماتو نه وروسته د امريکايي ځواکو تر بريد لاندي راغی  او له خپلو ٧ تنو ملګرو سره يو ځاي ووژل شو. زرقاوي د خپل پلرني هيواد اردن له خواه د يوې غيابي محکمې په ترځ کي درې ځله په اعدام سزا محکوم شوي و. ",شواهدو وښودل چي زرقاوي امريکايانو وژلی دی 3178,," افغان ولسمشر حامد کرزي کابل ښار کې د غبرګولى د اتمې نيټې د وژل شوو اوزيانمن شوو کسانو د کورنيو سره دټاکلى کميسيون له لارې د ٥ ميليون افغانيو د مرستې لارښونه کړې ده . ددغه خونړۍ پېښې د څيړلوله پاره افغان ولسمشر ٣ کميسيونونه ټاکلى چې په ټاکلو برخو کې تحقيقات او څيړنې کوي . نوموړې پېښې د سر او مال دروند زيان پر ځاى پريښود. ",زيانمن شووکورنيو سره د ٥ ميليون افغانيو مرسته 3179,کاکا جان- سهار," کاکا جان- سهارد اطلاعات او ک� �تو په وزارت کې د کرزي صاحب په لاس د خښ شوي ماين د چاودنې په پېښه کې بيا هم يو تن د څوکی څخه والوزول شوپه خواشينۍ سره مو پرون د نړيوالو خبري رسنو څخه دا خبر تر لاسه کړ چه د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د کرزي صاحب په لاس باندې خښ شوي ماين د هغه وزارت يو بل منسوب والوزاوه. د چاودنې ددې پېښې د ا ځل قرباني د هغه وزارت مرستيال ښاغلئ  حسين فاضل سنچارکي ښودل شويدي. دا په داسې حال کې ده، چه دغه ماين مخکې هم دهغه وزارت دوه لوړپوړي چارواکي يعنې ښاغلي مبارز او ښاغلی رهنورد الوزولي دي. د ښاغلي حسين فاضل سنچارکي خپلوانو زياته کړېده چه سنچارکي صاحب د وزارت په شواخوا کې د ماين په واسطه د تولېد شوې ملوسې فضاپه نتيجه کې د شدېدې نفس تنګی تر احساس وروسته له خپلې څوکی څخه الوزول شويدی.  د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د ښاغلي کرزي صاحب په لاس دا اېښودل شوی ماين څه موده مخکې له کابينې څخه د پارلمان د ماينونو پاکوونکې ډلې د ماهرينوپه واسطه شنډ او له فعالته اچول شوئ وو، خو د باوري خبري منابعو څخه دتازه لاسته راغلو معلوماتو له مخې دا جوته شوېده چه د اط� �اعاتو او کلتور په وزارت کې اېښودل شوی ماين د کرزي صاحب د کلکو هلوځلو په مرسته يو ځل بېا په هغه وزارت کې د � �اتلوونکو چاودنو لپاره اماده شويدی. ځنو خبري منابعو چه د خپل نوم د ښکارولو څخه يې ډډه کړېده داهم ويلي دي چه دافغانستان پخواني ټولواک اعلېحضرت محمد ظاهر شاه هم د هغه ماين د بېرته فعاله کولو په مراسمو کې د پردې شاته ګ� �ون درلود.د کرزي صاحب د دفتر ويانددخبريالانوسره په يوه خبري کنفرانس کې دا ومنله چه د هېواد د کلتور د تباهی لپاره په ټول هېواد کې کرزي صاحب تراوسه پورې هم تر دغه بل ښه ماين داطلاعاتو او کلتور وزارت د څوکۍ لپا� �ه نه دی موندلی، نوځکه موږ مجبور يوتر څو په تېرو څو کلونو کې د يو څو مرستيالانو تلفات په ورين تندي ومنو. ده په دې اړه د پارلمان د راتلونکي پرېکړې په هکله خپل غبرګون داسې وښوده:دا چه کرزی صاحب دنوموړي ماین د فعاله کیدو ته سخت ژمن دی نود پارلمان له خوا ددې ماين په شنډېدلو مجبوره شو نو په پام کې لرو ترڅو ددغه وزارت لپاره د بي بي سي څخه د يوه بل خطرناکه ماين د رالېږلو غوښتنه وکړو، ويل کېږي چه له هغه بل خطرناکه ماين څخه د کارمل � �وس پلوي ريژيم او د داکټر نجيب الله حکومت هم د خپلو واکمنيو په وخت کې د نوموړي وزارت په مربوطاطو کې کار اخيستلئ دی.        داطلاعاتو او کلتور وزارت د ماين د اوسنی پېښې په اړه موږ د خپلې خوا� �يني پيغامونه په  هغه وزارت کې د ماين د څو پرله پسې چاودنو د پېښو د ټولو قربانيانو کورنيو ته رسوو، اوله  دوی سره په هغه دعا کې ځانونه شريک بولو چه  په راتلوونکو وختونو کې د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې ددې خطرناکه ماين د ابدي شنډېدو او د افغانستان له کابينې څخه د هغه د بېخي ورکېدوغوښتنه کوي. امين يا رب العلمين.  مـــــــــــننه ",د اطلاعاتو او کلتور وزارت او يو طنزيه خبر 3180," مح مد شفیق حقپال","  محمد شفیق حقپال ډیرې  ستونزې دماشومتوب نه انسانانوته په میراث پاتې کیږی یعنی دماشتوب دژوند نحوه اوڅرنګوالی دژوند ترپایه په انسان اغیزمن وی. په تیره بیا زموږ ټولنه کې چی کورنی اوټولنیزژوند له هغې ډلې نه مدرسې اوښوونځې ته ښه پاملرنه نه ده شوې اوپه ډیروکورنیوکې داسې خصوصیات موجود دی چې له خپلوماشومانو سره دبدچلند له امله هغه اغیزې په ما� �ومانو کې پاتې کیږی. که چیرې دژوند په لومړیو پړاوونو یعنې ماشومتوب اوځوانۍ کې موراو پلار دخپلو ماشومانو روزنې اوله  هغوی سره چلند ته پاملرنه وکړی نوکله چی هغوی لویان شی سالم خوښ اوبانشاطه کسان به ترې جوړشی اوراتلونکی ژوند به یی په خوښیو کې تیریږی اوکه چیرې ماشوم دموراوپلاریامشرانو له لوری په ماشومتوب کې  ځو� �ول کیږی، ډارول کیږی وهل کیږی نو هغه ماشوم مغموم، دپیښوپه وړاندې بې ثباته اوندیښمن مینځ ته راځی چې که په ایمان، عقیدې، مطالعې، تلقین اوتمرین سره یی غم ونه خوړل شی دژوند ترپایه به وکړیږی. (یو ایتالوی ډاکتر � �ینوفریانی وایی: شل کاله مې دماشومانو دارواپوهنې په هکله مطالعه وکړه په پای کې په دې پوه شوم چې اتیا په سلوکې خلک چې ډاریږی یا بې زړه دی که چېریې په ماشومتوب کې دجرأت لوست اخستی وای په دې بلا به نه وای ککړ شوی.) څ یړنوښودلی چې په بیرته پاتې هیوادونو کې  هلته چې منطق دماشومانو په وړاندې نه کارول کیږی نو ډیره ارزانه � �ارد ماشومانو وهل ټکول اوپه هغوی غصه کیدل دی. مشران که له یوې خوا په یوه څپیړه یا په یوه غصه اوقهرماشوم په همغه وخت کې یوه کارته اړکوی خوله بل لوری دماشوم په راتلونکی ژوند ډیره بده اغیزه اچوی چې دایوه ستره ګناه ده. ( که ماشوم ته وویل شی چې هله لیوه دې خوری ویده شه! تاسو فکروکړی که همداخبر څوک یو غټ سړی ته وکړی نو � �یا خوب به ورشی؟ چې تاسویی ماشوم ته کوی.)  که وغواړوچې زموږماشومان په راتلونکی کې سوکاله اوخوښ ژوند ولری اوهم زموږ ټولنه سالم کسان ولری په لومړی ګام کې باید دکورنی تاوتریخوالی سره په کلکه مبارزه وکړوځکه دڅیړونکوپه اند اوس وخت کې ډیردود شوی تاوتریخوالی همغه په کورنیو کې تاوتریخوالی دی. کورنی تاوتریخوالی له بده مرغه افغانی ټولنه کې ډیردی. ماشوم کله چې وهل خوری خپل هغه کارته فکرنه کوی چې کړی یی دی بلکې هغه څه ته فک� �کوی چې ولی توهین شوی. ارواپوهان وایی چې دکورنۍ دمشرانو له لوری تاوتریخوالی دټولې کورنۍ صمیمت اومحبت له م ینځه وړی. په ماشومانو کې ډار، اندیښنه، دشپې لخوا ادرار اوروحې ناانډولوالی دکورنی تاوتریخوالی لومړنی اغیزمن علایم دی. خوهغه څه چې دې اهمیت وړدی هغه په ماشوم باندې دتاوتریخوالی اوږدمهاله اغیزې دی، په ځان نه باوراوشرم اوهم تیری کوونکی خشن اوازارورکوونکی تری جوړیږی اوهم به په راتلونکی کې له خپلوماشومانو سره له تاوتریخوالی ډک عمل کوی اوهغوی به زوروی.تاوتریخوالی یو داسی غبرګون دی چې انسان یی دپیښوپه وړاندې څ� �ګندوی چې بیا ناسم غبرګون ده ته نورې ستونزې زیږولی شی.  که په کورنۍ کې منطق حاکم وی کولای شو ډیرکړکیچونه اداره کړوهلته چې په کورنۍ کې روزنیز،علمی اومنطقی رویه نه وی خامخابه هلته تاوتریخوالی حاکم وی. ماشوم له م وراوپلارنه زده کوی چې څه ډول کړنې ترسره کړی موراوپلارماشوم ته ښیی چې که چا ددوی دغوشتنې مطابق کوم ښه کارت� �سره نه کړ نویایی ووهی اویاپری په قهرشی، ماشوم دغه پیغام په خپل ذهن کې ساتی اوکله چې لویږی داکړنه دده دژوند عادت ګرځی. دغه رازماشوم کله چې لویږی اوده په کوچینوالی کې دکورنی تاوتریخوالی نه ډک ژوند تیرکړی وی، هرکړنه چې ترسره کوی په هغه کې دیو ډول ډاراحساس کوی او له ځانه سره وایی چی زما داکړنه دچا دقهرسبب نه شی اود� �هرنتیجه خو ده ته معلومه ده، په همدی علت دده شخصیت ډارن، بی هوډه، غمجن اوله ناهیلیتوب نه ډک وی. که چیرې دکومې پیښې په وړاندې وغواړی غبرګون وښیی نو هغه هم له تاوتریخوالی نه ډک غبرګون وی. دی له ځانه سره په عادتی � �ول داسې انګیری کله چې ماشوم وم نو زما ډیرنږدی کسانو لکه مور، پلار، معلم، مشرورویاخور، انا... په ما قهریدل نودده اوسنی مشران له ددفتر آمر،دکارچارواکی، قوماندان ... اوهرپیښې نه چی هلته دچاګواښ سره مخ وی ډاریږی.  څیړنو ښوولی چې ۹۹ په سلوکې هغه ماشومان چې په کورنۍ کې یی تاوتریخوالی وی په خپله ډیرغصه ناک اوله تاوت� �یخوالی ډک وی. ۸۰ په سلوکې هغه کسان چې ځان وژنې کوی، ۹۰ په سلوکې هغه کسان چې مخدره توکې کاروی په ماشوتوب کې یی � �ه تاوتریخوالی ډک ژوند تیرکړی وی. په اسلام کې دماشوم ښې روزنې دهغه په نه تحقیردهغوی تحسین اوله هغوی س� �ه په محبت باندې ډیرتاکید شوی. ماشومان له بلوغه مخکې له ډیرودینی فرایضو نه معاف شوی، په ماشوم باید ښه نوم کیښودل شی چی دی بیا په لویوالی کې پرې ونه شرمیږی، دحضرت محمد (ص) ماشومان ډیرخوښیدل اوهغوی به یی ډیرنازول، ان چې دخپل کوچنی زوی په مړینه کې یی اوښکې له سترګوجاری شوی اوامام حسن اوحسین سره خوبه یی تل لوبې کولې. دغه � �ازداسلام سپیڅلی دین دماشومانو په تیره بیا دنجونو ژوندی خښول منع کړل. حضرت علی (رض) فرمایی: چې ماشوم دخدای امانت دی دخدای امانت ته پرته دخدای له حکمه لاس نه غزیزی. ماشوم خو لاڅه څه کړې چی په اسلام کې ان دڅارویو ح� �ونو ته پام شوی اودهغو له بیځایه وهلو مسلمانان منع شوی. دغه رازدامیندوارمیندودرناوی هم په اسلام کې دهغوی دماشوم له کبله دی.  هغه ښځه چې زنا یی کړی وه اومحمد (ص) ته راغله چې ماته سزارکړه نو ورته وویل شول لاړه شه هغه ستادګیډې ماشوم چې وزیږید بیا راشه کله چې ماشوم پیداشو بیا  ورته وویل شول چې ولاړه شه اوشیدې ورکه .... یعنې چې دماشوم ددرناوی په خاطرشرعی حکم پیغمبر (ص) معطل کړ.  په اوسنۍ نړی کې چی پوهې پرمختګ کړی په تیره بیا په پرمخ تللو ټولنو کې دماشوم دحقونو زیات درناوی کیږې اوان ځان ګړی قوانین ددوی دپاره وضع شوی، له ماشوم انو سره کټ مټ دلویانو غوندې چلند کیږی، دماشومانو دروزنی لپاره هم دولت اوهم کورنی ډیرمصرف اوزحمت په غاړه اخلی ځکه دوی پوه شوی چې باید همداسې وکړی چی به پایله کې یی ټولنې پرمختګ کوی اوراتلونکی نسل یی دخوښی ژوند تی� �کړی. له همدې امله ده چې ګوروپه داسې حال کې چې له اقتصادی اړخه په پرمختللو ټولنوکې ډیری هره کورنۍ یو یا دوه م اشومان پیداکوی اودنفوسو له اړخه کوچنې دی خو پرمختګ، پوهه اودخلکو جرأ ت یی ډیراوچت وی. اوډیربیرته پاتې هیوادونه یی په مستقیم یا غیرمستقیم ډول ترخپلې ولکې لاندې راوستی. اوداهم سمه خبره ده چې په ځینو دغو پرم ختللو ټولنو کې روحی رنځ، ځآن وژنې ، اعتیاد... اونورې ستونزې ډیرې ډیرې دی، چې دهغو عوامل دمعنوی تکیه ځای نه درو� �ودل اودحقیقی عقیدې نه دخلکو لرې والی دی نه په ماشومتوب کې له دوی سره بد چلند. که چیرې زموږ په ټولنه کې دماشوم روانی اوجسمی کړول همداسې په کورنیو مکتب، جومات اومدرسه کې دوام ومومی نو په راتلونکې کې به ښه اوروغ کسان ونه لرو. داهم یو واقیعت دی چې هیڅ داسې کورنۍ نه شته چې هلته ستونزې نه وی ان په ډیروخوښو کورنیو کې هم ستونزې راولاړیږی اومشران کله ناکله یو له بل سره بحث اوجنجال کوی خو سمه لاره داده چې په داډول بحثونو اوم خالفتونو کې دکورنۍ غړی باید یو دبل نیمګړتیاوې یو بل ته په ګوته کړی اودهغو دله مینځه تلو لارې وسنجوی نه چې وهل ټکول وکړی اوترډیرې مودې ددښمنۍ فضا په کورنۍ کۍ حاکمه وی. ماشومان په ځینو وختوکې تأدیب ته هم اړتیا لری اوکله کله دماشوم دوهلواړتیا هم پیښږی څرنګه چې ان شریعت په ځینو وختو کې دبیلګې په ډول که ماشوم وروسته له ډی� �ټینګاره لمونځ ونه کړی یالوست ونه لولی دوهلو اجازه ورکړی خوداوهل اوقهرماشوم سمو اعمالو ته راکاږی اوا� �بته داوهل هم په هغه ډول نه دی چی ماشوم ډیرپرې خوږ شی بلکې که نورې لارې اغیزمنې نه وی بیا دې کارته اجازه شوې. خوباید پام وشی چې دماشوم شخصیت بیرته اعاده شی. اوپرینښودل شی چې دغه غصه یا وهل دده روانې حالت بده اغیزه وکړی. چې دستونزو په وخت کې مثلا که ماشوم لوست نه لولی یا دشپې لخوا ادارارکوی یاهم کومه بله ستونزه موجوده وی دکورنۍ مشرانو ته په کارده چې په دې اړوند له ډاکترانو،ارواپوهانو اومتخصیصنو سره مشوره وکړی. له بده م� �غه زموږ په ټولنه کې دماشوم وهل اوټکول هم په کورنۍ هم په مدرسه اوهم په جومات کې بیخی په یوه عادت بدل شوی او ان چې موراوپلار کله چې ماشوم یی دمعلم یا ملا امام له خواووهل شی پری خوښیږی چې ګواکې داښه ملااویاښه معلم دی. حال داچې هغه ملا یا معلم یا دکورنۍ مشراصلاْ ډیره آسانه اوارزانه لار ځان ته انتخاب کړې په داسې حال کې چې که لږ زحمت ځان ته ورکړی نوری چاری هم شته چې ماشوم هم درس ولولی اوهم دښو کاروپه لوروبلل شی. مشران باید په دې پوه � �ی، هغه ماشومان چې دوی یی وهی اوله دوی سره بد چلند کوی هغه به په راتلونکې کې ډارن، له اندیښنو ډک خشن، وسواسی، له شرمه ډک، غصه ناک دروغجن، غل بدکاره مینځ ته راځې. خپلو ماشومانو ته زده کړی چې له ښو خلکونه پیروی وکړی، باید له ماشومتوب نه دوی ته ددینی وجایبو دپرځای کولولوست ورکړشی. ",ماشومتوب په ټول ژوند اغیزه لری (د حقپال لیکنه) 3181,"عــــــــبـــد ا� �لـــه الـــهــام"," يوه تلپاتي خاطره  عــــــــبـــد اللـــه الـــهــام نوښت له وختووروسته خپل خواږه هېوادته راغلی وو. له مستۍ نه يې ټول مېلمستون په تنګ � �و ډېرخوښ وو دومره خوښ چې نه يې سهارچا ى وڅښلواونه هم غرمه ډوډۍ ...  شوروومستي وه ټول تلوېزيون ته ناست وواوكله خبرونه كله سندرې كله هم يويوپروګرام موږ به هم كله ورته خندل كله به دتعجب په علامه يوبل ته ځيرشوو... واه چې داولې ... نوښت غلی ناست ووسترګې يې له اوښكوډكې وې . داسې ښكارېده چې ډېرسوځونكی درديې په بدن پورې دى داسې درد چې مابه كم ليدلی وي . ستونی يې ډك و كه هرڅوبه موترې دحال پوښتنه وكړه له خولې يې ږغ نه خوت يواځې ت� �وېزيون ته به يې لاس ونيواوبس ، په تلوېزيون كې داحمدظاهرسندره خپرېده چې پاړسي وه زماهم پرې سرسم نه خلاصېده م� �ګري ټول نوښت ته ځيروو . ولې داسې يوپه يو... څه پرې وشول نن تازه له تهران څخه راغلوټوله لاره موسندرې ويلې زموږ نورملګري دوه كسان دهرات وو يو تن هم دكابل ووچې پرته له مااونوښت  نه څوك په پښتوهم نه پوهېدل ټوله لاره په مستۍ راغلو كله په لارې موټركې ياايراني او ياهم هندي سندرې واورېدې نوښت به ماته په غوږكې ويل چې الهامه خيردى افغانستان ته به لاړشو او په خپله خوږه اودومره خوږه چې له مورنه هم په خوږه ژبه به دخپلوسندرغاړوسندرې واو� �و. نوښــــت ريښــــتياهــم يوه پرښته غوندې ځوان دى هغه وخـــت چې كله چـــــې مـوږتهران ته و� �سېدونونوښت له دبۍ نه راغی لمړۍ يې ماته رامنډه كړې اوپه ټنډه يې مچي كړم اوويې ويل : ته اوخداى يوځل مې په پښتوژبه راته ووايه چې ستړۍ مشې . زماله سترګواښكودارې كړې اودپښتوكلمه مې په زړګي راورڅرخېده اودردونه يې راته كتاركړل . ماهم ورته په زوره چيغه كړې داسې په زوره چې عرب ديپلوماتان ټول ماته ځير شول مانوره هم په زوره كړه اويوه له سوزه اوژړاډكه پښتو ستړي مشي مې وركړه . فريدنوښت زماهمزولی ووكله چې به په تلېفون راسره غږېده راته ويل به يې چې (( زه څنګه يې))  موخه يې دزه له كلمې له ماسره زياته مينه وه . په قواره كې هم ماته ورته وو خويواځي دنوښت ښايست له ماډېرزيات وو . همداتېرې صحنې مې يوه يوه له سترګوتېرېده چې دتلوېزيون سندره بد� �ه شوه داځل نوښت سلګيوواخيست دخبركولوتوان خو يې يوځل نه درلود خوسلګيوپسې لاندې كړ عجيبه وه ماچې تراوسه دنوښت په خندانه څېره داسې ژورغم اوژړانه وه لېدلې زه هم يودم سلګيوواخيستم كه هرڅوبه مې ځان قابوكاوه خوهېڅ مې هم په وس پوره نه وو. حيراني خودلته وه چې په دولتي مېلمستون كې موژړل اوهېچاته هم پته نه لګېده چې ولې؛  نه ت� �فون راغلی وونه هم بله كومه داسې پېښه شوې وه خونوښت لاسلګيو لاندې كاوه . زماستونی هم له غريوه ډك شواوسترګې مې دنوښت په څېره كې وګنډلې ، عجيب درد وو ، نوښت بياماته دلاس په اشارې وويل چې ګواكې بل چينل ونيسم .  نوښت به هروخت ماته ويل چې : زماپه انددټولنې ترټولوناوړه غړی هغه څوك دی چې خپلې ژبې اوخپل كلتورته يې درناوۍ ونه درلود . هغه به تل دطلوع تلوېزيون په كاركونكوبد ردويل او ويل به يې چې خداى دي دوی ته هدايت وكړي اوبس چې خپل ځان وويني اوخپل كارونه . دنوښت سلګۍ نورې هم دردناكې كېدلې اوماته يې دسرپه اشاره دكنترول دوركولوامروكړماهم كنترول وركړ .  خودنوښت په مخ چې تراوسه ماهېڅ داوښكودليدلوتمه نه درلوده اوښكوېې په مخ سترګك واهه اوله سترګوېې نورهم غم اوتآسف اورېده .  مانوښت خپلې كوټې ته راوست اوهڅه مې كوله چې پام يې بل خواكړم خوماتراوسه دهغه ماشوم په اړه چې موريې مړه شوې وي اويوله يوه يې جنازه وويني فكرنه ووكړی نه تراوسه دداسې ماشوم سره مخ شوى وم . خونوښت هماغه ماشوم ته ورته ووكه هرڅوبه مې كوښښ وكړچې پام يې بل خواكړم خونوښت خبره نه اورېده اويواځې يې ښكلې سترګې دېخوا اوهاخوا اړولې اواېله يې په شونډوخبره راښكاره شوه او په ډېرتآسف سره يې وويل :  آخ ... زمــ� �ايـــتيــمـــې پــښــــــــــــــــــــــــــتو !! ",له خپل ملي تلويزيون څخه كركه ! 3182,," د طالبانو مشر ملا محمدعمر  په عراق كي د القاعده غورځنګ د مشر ابومصعب الزرقاوي پر مړينه د خواشينۍ پيغام خپور كړى دي، پيغام د قرآنكريم د العمران سورې په ۱۴۴ مبارك آيت پيل سوى دى، وروسته يې ليكلي دي چي دى (ملا محمدعمر) او د ده په وينا د افغاني مقاومت ټول وروڼه د ابو مصعب الزرقاوي پر مړېنه ژور خپګان څرګندوي. وروسته وايي چي دا يو ولسي پاڅون دى د عراق هر ځوان زر� �اوي جوړېداى سي، او زياتوي چي هغه درې كاله وړاندي هيچا هم نه پېژانده، خو د خپلي پرله پسې مبارزې له امله يې ځان د عراق قايد جوړ كړ. په پيغام كي راغلي چي تر څو په اسلامي نړۍ كي د صليبي يرغلګرو اشغال روان وي د اسلامي امت هر ځوان به د خپلي عقيدې او ناموس په ساتنه كي تر وروستۍ سلګۍ پوري جنګېږي. په پاى كي  وايې چي دى د اسلامي نړۍ ټولو مسلمانانو ته زېرئ وركوي چي دا ډول مړيني به د صليبي يرغلګرو په وړاندي د مسلمانانو هلي ځلي كمزوري نه كړي. ",ملا محمدعمر د خواشينۍ پيغام خپور كړى 3183,"سياه موی ساده"," جانانه زه دې د نازونــــو طاقت نه � �ـــــــرمه ځکه خو ستا هرې ادا سره مې اوښکې راځي لـــه ډېره وخـته دې محــــرومه له ديدنه يمــه ځکه خو ستا هرې خندا سره مې اوښکې � �اځي خوښي مې نشته هميشه داسې غمـــــونه زغمم دزړګي درد او ساړه اه سره مې اوښکې راځي له ډېره درده مې په شونډو کې مسکا وچه شي هـرې وړې وړې ژړا سره مې اوښکې راځي جانانه کله چې دا ستا خوږ نوم په خوله راوړمه د تورو سترګو له حيا سره مې اوښــکې � �اځي ""ساده"" یم ځـــــــکه هميشه داسې شعرونه ليکم بيا د ويلــــو له ښــکلا سره مې اوښکې راځي ",اوښکې او مُسکا 3184,سياه موی ساده," زه يو ستوری تر سبا وای د جـانان د خولې خندا وای زه د ستـــورو په کتار کې يو ځلانده شان بريښنا وای له غمـــــــــونو ډېره ليرې د نازونـــــــــو يو ادا وای يا د اوښــکو سمــندر وای يا دچا د خولې مُسکا وای يا د ګلــــــو يو بورا وای يا اغزو کې يو ښکلا وای د دنيا په کـــار و بار کې د""ساده"" غوندې وفا وای ",په اغزو کې ښکلا 3185,," د هغو ٢ تنو پوليسو مړى چې د کندهار د پنجوايى ولسوالۍ د زنده اباد سيمه کې ترى تم شوي وو ، پيدا شوي دي . کندهار کې د پوليسو چاراکو منلې چې د وژل شوو جسدونه يې پيدا کړي دي .نوموړى پوليس تيره ورځ سيمه کې لا درکه شي وو. ",کندهار کې د وژل شوو پوليسو مړى پيدا شوي 3186,," دفرا ولايت د فراه رود ولسوالۍ د استخباراتو د ادارې مشر اختر محمد وژل شوي دي . طالب چارواکو د نوموړى د وژلو پړه منلې ده او د دغه ډلې يو وياند ويلى چې پ� �ويانو يې د ډزو په ترځ کې نوموړۍ وژلۍ دى . ",دفراه رود دملى امينت د څانګې مشر وژل شوي 3187,," د ملى پخلاينې د کميسيون د مشرتابه دهلو ځلو په پايله کې نن د بګرام دهوايى ډګر له جيل څخه ٣٣ تنه افغان بنديان خوشي شول . ددغه کميسيون مشر صبغت الله م جددى ژمنه وکړه چې هلې ځلې به وکړى چې د ګوانتانامو له جيل څخه افغان بنديان هم راخوشي کړي . له خوشي شوو بنديانو څخه څو تنو بينوا ته څرګنده کړه چې پرته له جرم او ګناه نيول شي وو. ",٣٣ تنه بنديان د بګرام له جيل څخه خوشي شول 3188,," د غزنى ولايت د اندړ ولسوالۍ د چهار ديوار سيمه کې د يو خښ شي ماين د چاودنې له امله د ملى اردو ٣ تنه منسوبين وژل شوي او ٣ تنه نور تبيان شوي دي . غزنى کې د ملى اردو يو چارواکى قوماندان ناصر د پېښې پخلۍ کړى دى . ",دماين چاودنې غزنى کې داردو ٣ تنه عسکر وژلى 3189,," دملى اردو د ځواکونو د تصفيوى عملياتو په ترځ کې د کاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ د وليان سيمه کې د ډلې د مشر قومامندان عبد الله ګل په گډون ٢ تنه مخالف جنګيالى وژل شوي او ٤ تنه نور ټپيان شوي دي .دملى دفاع زارت وياند خبرى رسنيو ته د پېښې پخلۍ کړى دى او ويلى يې دي چې په سيمه کې يې يو اندازه وسله او نيشه يى توکى هم د ځواکونو لاس ته ورغلى دي .ده ادعا کړې چې يو مخالف جنګيالۍ يې ژوندى نيولى دي. ",کاپيسا کې ددشمن ٢ تنه مړه او ٤ ټپيان شوي 3190,," د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ د زرشويى د کلى لومړنى ښوونځى او د کندز د خان اباد ولسوالۍ کې يو لومړنى ښوونځى ته اور اچول شوي دي . چارواکو د پخوا په شان دا کار دهېواد او پوهنې د دشمنانو عمل بولي . ",کاپيسا او کندز کې ٢ ښوونځيو ته اور اچول شوي 3191,," ١٣ تنه طالب جنګيالى د جمعې سهار د ارزګان د ترينکوټ ښار ته نږدې ميراباد سيمه کې وژل شوي دي . کندهار کې د اتل قول اردو قوماندان جنرال روفى بينوا ته وويل وسله وال طالب جنګيالى هغه مهال ووژل شول چې د ملى اردو ځواکونو په کاراوان يې وسله وال بريد وکړ . ده وويل چې په وژل شوو کسانو کې ٢ تنه پاکستانيان هم تر سترګو کيږي . روفى وايى جګړې ٢ ساعته دوام کړى او د ملى اردو ځواکونو ته هيڅ ډول زيان نه دى رسيدلى . د طالب ډلې يو وياند يوازې د ٢ تنو طالبانو او ٨ دولتى عسکرو د وژلو خب� �ه منى . ",١٣ تنه طالب جنګيالى ارزګان کې وژل شوي دي . 3192,," بدخشان کې د پوليسو ا و د نيشه يى توکو د قاچاقچيانوترمينځ نيښته شوې ده . د کورنيو چارو وزارت د خپرونو د ځانګې يو چارواکى بينوا ته د پېښې پخلۍ وکړ او وايى افغان پوليس په دې توانيدلى چې د هيروئينو يوه کارخانه له مينځه يوسي . ٧ کيلو ګرامه هيروئين، ٦٠ کيلو ګ� �امه ترياک او يو اندازه وسله او مهمات هم د پوليسو لاس ته ورغلى دي . پوليس نه دي توانيدلى چې قاچاقچيان ونيسى . ",بدخشان کې دپوليسو اوقاچاقچيانوترمينځ جګړه شوې 3193,," د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ کې دنام الوموټوپکيانو د يو سله وال بريد په ترځ کې دCHA مرستنددويه نادولتى موسسې يو تن کارکونکى مړ او ٢ تنه نور ټپيان شوي دي . ددغه موسسې دويم ټپى شوى کس هم په روغتون کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى . پوليسو د پېښې پخلى کوي او وايى په سيمه کې يې پلټنې پيل کړي دي .هم داشان ناپيږاندو وسله والو کسانو ددغه ولايت د چاربولک ولسوالۍ کې يو ښوونځى ته اور اچولى دى . ",بلخ کې دمرستندويه ټولنې په کارکونکوبريد شوي دي 3194,," افغانستان کې برتانوى ځواکونواوس مهال منلې چې هلم ند کې يې د شپږ ساعته جګړې په ترځ کې ٢١ تنه طالب جنګيالى ددغه لايت د نوزاد ولسوالۍ کې وژلى دي . د چاراکو د وينا له مخې جګړه هغه مهال پيل شوې چې طالب جنګياليو د برتانيا د پراشوټى قطعې په ځواکونو د راکوزيدو پر مهال ډزې پيل کړي . په لومړنيو رپوټونو کې يوازې د پنځو تنو د وژل کيد پخلۍ شوى وو.دغه جګړه تير ه يکشنبه رامينځ ته شوې ده . ",هلمند کې ٢١ طالب جنګيالى وژل شوي دي 3195,," ددولت په يوه خپره شوې پاڼه کې افغان ولسمشر ح امد کرزي پ عراق کې د زرقاى وژنه په ترهګرى باندې لويه بريا او په هغه سازمان باندې ستر ګوازر بللى دى .کرزي يادونه کړې چې زرقاوى او ترهګره ډله يې په عراق او افغانستان کې دز رګونو مسلمانانو د وژنې مسئوليت لري . کرزي د زرقاوى وژل په نړۍ کې د ترهګرى پاى نه گڼى او وايى دغه بريا بايد اسلامى هېوادونه ، نړيواله ټولنه او موږ ټول بايد وهڅوى تر څو د ترهګرى په وړاندې ګډې مبارزې ته زور اودوام ورکړو. زرقاوى د عراق دبعقوبه ښار په ٨ کي� �ومترى کې د هوايى بريد په ترځ کې وژل شوي دي . ",کرزي د زرقاوي په وژنه ډير خوشاله شوى 3196,," د کابل ښار د پوليسو د څلورمې حوزې چارواکو ددغه حوزې په اړوند سيمه کې د يوې چاودنې مخنيوى کړى دى . ددوى په وينا چاوديدونکى توکى چې د غوړيو په يو ډبلې کې ځاى پر ځاى شوي و ددغې ناحيې په يو ګڼ ميشت واټ کې چې هميشه د لوړپوړو چارواکو دولتى ګاډى پرې تګ راتګ کوي ، ايښودل شوي وو. ",کابل کې د چاودنې مخنيوى شوي 3197,," د کابل ښار د على اباد روغتون کې ٣ تنه ناروغانو هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ ، چې دنوموړى روغتون ډاکترانو ونشو کړاى د بريښنا د نشتوالى له امله د راوړل شوو ناروغانو ژوند له مرګ څخه وژغوري .د مړو شوو کسانو کورنۍ په ډاګترانو تور لګوي ، چې نا� �وغانو ته يې پاملرنه نه ده کړې او ددوى د نه پاملرنې له امله يې ناروغان مړه شوي دي. مګر ډاکتران دا خبره ناسمه ګڼى او وايى د بريښنا د نشتوالى له امله دوى ونشو کړاى ناروغان وژغوري . ",٣ تنه ناروغان دبريښنادنشتوالى له امله مړه شول 3198,," افغان فوځى چارواکو خبر ورکړى چې ځواکونو يې نيمروز ولايت کې د طالب جنګياليويو تن سيمه ايز قوماندان ملا عبد الغنى له يو بل طالب ملګرى سره ، چې سپکه وس� �ه او ستلايت ټيلفون يې له ځانو سره درلودل، نيولى دي . نيول شوى قوماندان د طالبانو په وخت کې د چخانسور ولسوالۍ امنيه قوماندان وو. ",نيمرزو کې سيمه ايز طالب قوماندان نيول شوي 3199,," د هرات د شينډند ولسوالۍ کې د مخالفو جنګياليو د يو وسله ال بريد په ترځ کې د يوې پوستې دمشر په ګډون څلور تنه دولتى پوليس وژل شوي دي .د هرات د پوليسو مشر د پېښې پخلۍ کړى او وايى بريد کونکى د پېښې له ځاى څخه تښتيدلى دى . ",شينډندکې ٤ تنه دولتى پوليس وژل شوي 3200,," پاکستانى چارواکو پخلۍ کړى دى چې نن سهار يې افغان پولې ته نږدې په شمالى وزيرستان کې د يو بريد په ترځ کې له ١٥ څخه تر ٢٠ پورې ترهګر او ياغيان وژلى دى . د فوځ په خپره شوې پاڼه کې راغلى چې د ترهګروپټن ځاله ويجاړه شوې ده . د ترهګرو په دغه پټن ځاله باندې د توپونو ، چورلکو ا وپلى ځواک څخه کار اخيستل شوي او ويل شي چې په وژل شوو کسانو کې بهرنيان هم شته . د فوځ وياند ويلى چې له دغه ځاى څخه په پوځى کاروانو بريدونه کيدل او بمى چادنې سر ته رسيدې . ",افغان پولې ته نږدې٢٠ شکمن ترهګر وژل شوى 3201,," د پروان ولايت مرکز چاريکار کې د ماين چاودنه شوې چې مرګ او ژوبله نه لري . چاودنه د پنجشبې سهار دښار دننه د امنيه قوماندانۍ ودانۍ ته نږدې شوې چې يوازې د ودانۍ هيندارې يې ماتې کړي دي او دانۍ ته يې زيان رسولى دى. د پروان د پوليسو مشرپه چاودنه کې د هېواد د دښمنانو لاس لرل نه ردوى او وايى د پېښې اصلى علت لا هم نه دى روښانه . ",د پروان امنيه قوماندانۍ ته نږدې چاودنه وشوه 3202,," د فوټبال د نړيوال جام د لوبود سيالۍ ١٨ لړۍ نن د ٣٢ هېوادونو د لوبډلو ترمينځ د جرمنى د ولسشمر هورست کولر په رسمى وينا د مونيخ ښار د( اليانتس ارنا) په لوب غاړي کې چې د ٥٩ زروناستو ننداره کونکو ځاى لرى، د خوښيو په ولولو کې پيل شوې .رسمى مراسمو ته د پلې، مرادونا او ميشل پلاتينې په څير د نړۍ د فوتبال ١٦٠ وتلې څيرې راغلى دي. د لوبود سمبال کونکوپه وينا اټکل کيږي يو ميليون وګړى راتلونکى مياشت کې جرمنى ته سفر وکړى او يو اعشاريه پنځه مليارد وګړى په نړۍ کې د ټلويزيونى شبکو له لارو د لوبو ننداره وکړي .د نړيوالو لوبو د سيالۍ په لومړى سر کې المان او کاستاريکا لوب ډلو يو له بل سره سيالى وکړه چې المان ٤ او کاستاريکا ٢ ګولونه ووهل او په دې ډول المان برى تر لاسه کړ .همداشان د اکوادر ډلې وکړاى شو د ٢ ګولونو په وهلوسره پولندته د نيشت (صفر) په وړاندې ماتې ورکړي.د لوبو لړۍ روانه ده . ",د فوټبال نړيوال جام لوبې جرمنى کې پيل شوې 3203,," د کندهار د ميانشين ولسوالۍ کې د لارې په اوږدو کې ديو خښ شوي ماين د چادنې له امله ٢ تنه دولتى پوليس مړه او ٣ تنه نور ټپيان شوي .چاودنه هغه مهال رام ينځ ته شوې چې د پوليسو موټر کندهار ته دتګ په مهال له ماين سره لګيدلى دى . د کندهار ولايت وياند احمدى بينوا سره د پېښې پخلۍ کړي دي او وايى چاودنه نن سهار وشوه . ", چاودنې کندهارکې ٥تنه پوليس مړه او ټپيان کړي 3204,," د لوګرولايت د موسهى سيمه کې د کابل و� �ايت د ملى امنيت د ادارې مشر د ماين له چاودنې ژوندى پاتې شوى اود يو ټپى په گډون ٣ تنه نور په کې وژل شوي دي. وژل شوي کسان د موسهى ولسوالۍ سيمه ايز دولتى چارواکي دي چاودنه پرون د لوګر د موسهى په سيمه کې تر يو پله � �اندې هغه مهال رامينځ ته شوې ، چې نوموړى چارواکى له موسهى څخه له يو شمير ساتونکو او ملګرو سره د کابل په لور ران وو. په چاودنه کې د نوموړى موټر له مينځه تللى دى .چارواکو منلې چې د بريد موخه د کابل ولايت د استخباراتو د مشر وژل وو . د چارواکو په ماين وړاندې له دې په سيمه کې ځاى پر ځاى شوي دي . د بريد پړه تراوسه چا په غاړه نه ده اخيستې. ",چاودنې ٣ تنه وژلى اود کابل د امنيت مشربچ شوي 3205,," تهران: د اېران په فارس ولایت کې یوه ایراني دکلاشینکوف په ډزو د یوې افغانې کورنۍاووه تنه غړي وژلي دي. ددغې افغانې کورنۍ غړي د (سیاوش م ) په نوم د یوه اېراني د لور د ریبارۍ لپاره د هغه کور ته تللي وو. د اېران د فارس ولایت د کازرون ولسوالۍ امنیه قوماندان په وینا، دغه کسان د کازرون په بورنجان نومې سیمه کې وژل شویدي . په وژل شویو کې د هلک مور هم ده. د کازرون د امنیه قوماندان په وینا، قاتل نیول شوی او څیړنې روانې دي. د فارس و� �ایت د یوه قضایي مقام احمد سیاوشپور په وینا، څه وخت وړاندې دغې کورنۍ خپل هلک ته د سیاوش م لورغوښتې وه، خو هغوی یې رویباري نه وه منلې او غوسه شوی و، وروسته د سیمې یو شمېر متنفذو خلکو د هغه د غوسې سړولو هڅه وکړه، خو هغه له یوه افغان مهاجر سره د خپلې لور د عشق تاب رانه وړ او د خپلې لور په ګډون یې اووه واړه افغانان ووژل. ",اېران کې 7 تنه افغانان وژل شویدي 3206,," زابل ولايت بيا هم تيره شپه او ورځ د يو لړ بريدونو او جګړ و شاهد وو . وسله والو طالب جنګياليو تيره شپه د کابل - کندهار د لويې لار په اوږدو کې قلات ښار ته نږدې د (ډبرو) په امنيتى پوسته بريد کړي دي ، چې ٣ تنه دولتى پوليس په کې ژوبل شوي دي.همداشان دطا لب ډلې يو وياند ويلى چې شاجوى کې يې ٦ تنه دولتى او ائيتلافى عسکر وژلى دي . کندهار کې د اتل قول اردو مشر جنرال روفى د مخالف جنګياليو ادعا نه منى او وايى د يو لړ عملياتو په ترځ کې يې تيره شپه شاجوى کې ٢ تنه طالب جنګيالى وژلى او ٢ تنه نوريې له يو اندازه وسلو سره يو ځاى نيولى دى . ده پخلۍ وکړ ،چې ځواکونو يې د نوبهار د جلالزو کلى کې د عم� �ياتو په ترځ کې ٣ تنه وسله وال جنګيالى نيولى دي . ",زابل کې٥ تنه وسله وال او پوليس مړه اوټپيان شوي 3207,," د پاکستان د بلوچستان ايالت د کويټه ښار په ٤٠ کيلومتري کې د غازو په ستره نل ليکه بمىي بريد شوى دى، چې له امله يې د کويته ښار او شاوخوا سيمې د غازو د � �تون څخه بې برخې شوي دي . په کويټه کې پاکستانى چارواکو د پېښې پخلۍ کړى او وايى دنل ليکې د بيارغاونې چارې چې څه باندې ٢ نيم کيلومتره ويجاړه شوې ،پيل شوي دي .چارواکو ويلي په دغه بريد کې قبايلي جنګيالي لاس لري . ",بلوچستان کې د غازو ستره نل ليکه الوزول شوې 3208,," کندهار کې د ائيتلافى ځواکونو وياند ( مال کولم )منلې چې تيره شپه ددوى په ځواکونو د کندهار د ژړى ولسوالۍ کې وسله والو جنګيالو بريد کړى دى ، چې هيڅ ډول مرګ او ژوبله يې ځواکونه نلري .د طالب جنګيالو ډلې يو وياند ادعا کړې ده چې د ائيتلاف او افغان ځواکونو شل تنه يې تيره � �په دبريد په ترځ کې د ژړى ولسوالۍ کې ټپيان او وژلى او يو شمير فوځى ګادى يې له مينځه وړى دى . د ائيتلافى او دولتى ځواکونو سرچينى د طالبانودا ادعا دروغ بولى ، يوازې د بريد پخلۍ کوي .دا بريد په داسې مهال کې ترسره کيږى چې تي� �ه اونۍ په دغه ولسوالۍ کې حالات د ډاډ وړ بلل شوي وو. ",کندهار کې په ائيتلافى ځواکونو بريد شوي 3209,," د هرات د شينډنډ ولسوالۍ تيره شپه د توغنديو تر بريد لاندې راغلې .د شينډنډ ولسوال د بريد پخلۍ کى او وايى ٢ توغندى لګيدلى چې يو يې نږدې ودانۍ ته پريوتى او دولسوالۍ ودانۍ ته يې څه زيان رسولى دى . دده په وينا بريدمرګ او ژوبله نه لري . همداشان دولتې چارواکوادعا کړې ده چې تيره شپه د فرا ولايت د خاک سفيد په ولسوالۍ کې يې د جګړې په ترځ کې ٤ تنه مخالف جنګيالى وژلى او يو شمير نور يې ټپيان کړي دي . دغه جکړه هغه مهال پيل شوې چې وسله والو جنګياليو په دغه ولسوالۍ بريد کړي دي په بريد کې د دو� �تى چارواکو په وينا يو دولتى پوليس هم ژوبل شوي دي .له بل لوري طالب جنګياليو ادعا کړې چې ٣ تنه پوليس يې د فرا ولايت د ګلستان له ولسوالۍ څخه ژوندى تښتولى چې ٢ تنه يې وژلى او يو تن يې خوشى کړي دي .دولتى چارواکى د طالبانو دا ادعا نه مني . ",هرات او فراه کې مرګ او ژوبله رامينځ ته شوې 3210,افغان رساله,"     د دې ګڼه د ځينو مطالبو سرلیکونه   :  *   دکابل وروستی غمیزې *    قوای ائتلا ف بین المللی    هیچگونه مجوز حقوقی کشتن افغان ها را در دست ندارد ـ ډاکټر روستار تره کی *  کشتار پنجوائی آئینه تمام نمای حقوق بشر امريكايي  - موسوی * فرار جنرال نبی عظمي از ترس محاکمه *  کشتار غيرنظاميان: مقصر کيست، دولت افغانستان، امريکاييان يا طالبان؟ *   سید مخدوم رهین و ادعای او ــ  عثمان نو� � * کاناډا یو هدف ــــ  ایریک مارګولیس ــ   ژباړن ډاکتر نثار احمد صمد *  امریکا د سپمایز دوږخ په څنډو  ــ         � �اکټر نثار احمد صمد *   افغان د تاریخ په څپو کې ــــ  قدرت الله حداد *   ضرورت به معارف همګانی  ـــ   میر ناصر الدین کلیم  زیو� �ی *   سازمان ملل: امريکا بايد گوانتانامو را تعطيل کند *افغانستان یک هدف ـ    اریګ م ارګولیس ـــ   مترجم داکتر نثار احمد صمد *     وحشت در ولسی جر  ګه  ـــ  به دموکراسی سیاف ــــ ربانی خوش آمدید ــــ  ډاکتر رحیم عزیز *      ملالی جویا : هرګز خاموش نخواهم شد – کاندید اکادمیسین سیستانی *ـ     مرگ براى هميش صداى مير فخرالدين آغا را خاموش نم ود * علی هجویری ملقب به دانا ګنج   ــ   غوث عندلیب *  وزیر فرهنګ کیست ؟ *   خواجه در نقش بند ایوان است . .. . .. .. . .  -   ولی احمد نوری *    جنرال په خپله ماڼی کې *  سرانجام جنگ با ترورعفو بين المللی : هم ترور محکوم است هم شکنجه دولتی به نام مهار ترور * د افغانستان د پياوړی شاعر او لیکوال عبدالباری جهاني  سره مرکه *   داکتر سپنتا وهیستری تمامیت خواهان *   بوش په جنګ کې  ( ۲۳ ) برخه   *   ادبي مرغلرې  او نور مطالب ، رپوټونه او مرکې په انګريزی ب� �خه کې   که  غواړي  چې  د افغان  رسالې هره ګڼه  ستاسو پر آدرس  درورسیږی، نو مهربانه وکړی  خپل د کلني ګدون بيه   چې ۶۰ ډالره کیږی په لاندې پټه ولیږی:   Afghan Post P. O. Box 30074 1027 Finch Avenue West Toronto, Ontario M3J 3L6 Canada     افغان رساله   / Afghan Post        -   ټورنټو   -    کانا� �ا    تیلفون ۹۰۸۱ – ۴۷۲ (۹۰۵) Tel: (905) 472 – 9081  / فکس ۴۶۸۴ – ۴۷۲ (۹۰۵) Fax: (905) 472 – 4684 /   بريښنا � �یکafghanpost@rogers.com ويب پاڼهwww.afghanpost.com     ",کاناډا : د افغان رسالې پنځه اتيايمه ګڼه چاپ شوه 3211,ډاکټر بسم الله امير," د  هیواد  دهغه  تیر  ا� �غال  پــه وخت کی  یعني  هــغه  زمــان  چي روسیي  لښکرو  افغانستان  نیولی  و، بــیا تــرې  راوروســته  دکورنیو جګړو پــه وخت کي، دې  ټــولنې  ، چي لا سمه  رسمي  شوې نــه وه، ځیني خیر یه  کارونه  کول .  داسي چي دوا درمل، همدغه شان  طبي سامانونه  به  یې له  یوه  ځایه  او  بل  ځایه  سره راپیدا کول،  کله  به یې  لالږ  و ډیری  پیسې  هم  ورسره کړې، په  وطن  کي بـه یې « سرې  میاشتې »  تـه  سپارل   چي اړو ځــایــو تــه یې ورســوي .  بیا یې چي  رسمی  بڼه  غوره  کړه،  نوم یې شو « د  افغانستان  د  بیا ودانولو مرستې  ټولنه » . په  همدې  وختو کې  یوه  ورځ  د ټولنې  مشرتــابــه  جــرګې  خپله  عادي  غــونــ� �ه  درلوده،  یوه  وویل   :  «  همدا یې  وخت  دی  کـه نــه، راځئ  دوا  درمل  س� �ه  راټــول  کړو،  څه  کم  و  توم  پیسې به  هم  ورسره شي،  وطن  ته  به  یې  ولیږو . » یاره  دده  دا خبره  لا  سمه  له خولې  نه وه  راوتلې،  چی  زمونږ  � �ه   سینې   تنګ  یوه  ملګري  پرې  رابړچ وهل  او  کادې  :  « والله  که  به  نور  خو  څه ، که  زه  یو  آسپرین لا  ولیږم  یا  به  څوک یوه  توره  پیسه  � �انه  وویني . مونږ  هغه  وخت دا کارونه  کول چي په وطن کی  جهاد روان و او  بیا کورنئ جګړې  شوې .  هغه  بیل  وخت  و  چي  دا کارونه  مو کول، اوس  خو  د  پیسو  سیند  را بــانــدي  سپور دی، د  ډالـرو سیلاو را روان  دی ، ملیونونه څه  چي خبره د ملیاردوده .  نه دې دي  اوریدلي، چی مربي لرې  مربا خوره ! اوس  سختي سوګتي  وکړم،  له  دې  خبل معاشګي  څه  بچ  کړم، هلته  یې  ولیږم ؟  نه نه، داسي نه کوم ، بې  غمه اوسه ! » . هـمـدا  خبره  وه  چي  د مشرتـابـه جــرګې،  د ټولنې  په  نامه غور  وکړ  او  نتیجه یې دا راووته،  چي وروسته  تر دې  به دا ټولنه، «  د  افغان  ولس  کلتوري ټولنه »  نومیږي  او  خپرونه  به یې  د پخوا  په شان  « افغان  ولس  » .    ویــانـــا  ،  آ سـټـر یـ� �ا    8/6/2006   م   ",د ټولنې نوی نوم « د افغان ولس کلتوري ټولنه » 3212,," ", 3213,محمد ابراهيم ((سپېڅلى ))," خوږولوستونكو!دپښتوژبي تكړه شاعره ،� �يكواله اودراډيوپروډيوسره اغلې پروين (( ملال )) چي تراوسه يې څلورشعري اويوه دلنډوكيسوټولګه دخپلي ژبي دب� �ايني لپاره وړاندي كړيدي اوپوره لس كاله يې دكابل په راډيوكي دپروډيوسرۍ مهمه دنده پرمخ بېولې ده .په هيوادكي دورستيوسياسي ناخوالوله كبله دنوروهيوادوالوپه څېرهجرت ته اړه سوېده دايې څووم كال دى م� �که کوونکی : محمد ابراهيم ((سپېڅلى )) د ښکلا م جلې له پرله پسې اتلسمي ګڼي څخه خوږو لوستونكو! د پښتو ژبي تكړه شاعره، ليكواله اود راډيو پروډيوسره اغلې پروين (( ملال )) چي تر اوسه يې څلور شعري او يوه د لنډو كيسو ټولګه د خپلي ژبي د بډايني لپاره وړاندي كړي دي او پوره لس كاله يې په افغانستان راډيو (كابل) كي د پ� �وډيوسرۍ مهمه دنده پر مخ بېولې ده. په هيواد كي د ورستيو سياسي ناخوالو له كبله د نورو هيوادوالو په څېر هجرت ته اړه سوې ده دا يې څووم كال دى چي د پاكستان په كراچي ښار كي د هجرت تريخ ژوند تېروي، هلته يې هم د خپل اولس د بيدارۍ او د پښتو ژبي د بډايني لپاره قلم له لاسه نه دى غورځولى او لا د هيواد او هيوادوالو په غم كي كله نا كله د قلم په څوكه د شعر يا نثر په ژبه خپل د مسئوليت له مخي څه نا څه دې مظلوم ولس ته  وړاندي كوي. دا چي څه موده وړاندي په كندهار كي يو سېمنار ( كندهار د تاريخ په اوږدو كي) تر سره سو نو پروين ( ملال ) د نورو پوهانو، ليكوالانو او شاعرانو سره يو ځاى دغه سېمنار ته رابلل سوې وه چي د وخت څخه په ګټه اخيستني سره زموږ همكار محمدابراهيم ((سپېڅلي)) يوه ځانګړې مركه ورسره كړې ده تاسو درانه لوستونكي يې لوستلو ته رابولو. پ : د شعر ډګر ته مو د راتلو انګېزه څه وه؟  ځ : زما نه په يادېږي ځكه هغه مهال زما عمر لږ و، صرف دونده به درته ووايم چي زه چي په كوم محيط كي را � �ويه سوې يمه ماته زمينه مساعده وه ځكه زموږ كور ته به مجلې او ورځپاڼي مثلاً د كابل مجلې، اېرانۍ مجلې او ان د ډه� �ي څخه (شمعه) مجله هم راتله او زموږ په كور كي كتابتون هم موجود و، نو د هغه كوچنيوالي څخه مي د مطالعې سره ډېره مينه او علاقه وه آن چي هغه وخت لا زه د اخبار په مفهوم نه پوهېدم خو د خپلي خاصي ميني له مخي به مي لوستى او بله دا خبره وه چي زما د ناشناس ږغ ډېرخوښېدى نو د هغه ويل سوي غزلي به مي په كتابچه كي ليكلې دغه علاقه وه چي يوه و� �ځ نه پوهېږم څنګه مي يو شعر وليكى، تاسو باور وكړئ چي زه هغه مهال د شعر او ميني په مفهوم نه پوهېدم چي مينه څه � �ى ده؟ او زما هغه اولين شعر داسي و:   ستاپه مينه د هرچا يم منت باره راسه! راسه! د خپل پردو وړم تهمتونه بې شماره راسه! راسه!   د شعرونو پيل مي داسي نه دى چي زه ورته كښېنستلې يمه او يا مي رياضت ورته كړى دى بس نه پوهېږمه چي څنګه داسي ناببره شعر راته راغلى و او ما ليكلى دى.   پ : ډېر پوهان د شعر لپاره پر يوه تعريف سره يوه خوله او يو زړه نه دي څوك يې يو ډول او څوك يې بيا بل ډول تعريفوي نو ستاسو په اند شعر څه شي دى؟    ځ : شعر خو زماپه اندخپله د شاعر د احساساتو او د هغه د زړه عكاسي ده، د هغه د احساساتو دروني كيفيت چي پر هغه باندي څه تېرېږي د هغه يو اواز يا تصوير د ىو بل ټو� �نيز، حماسي او يا سياسي شعرونه چي دي هغه د وخت او شرايطو سره منځته راځي.    پ: تاسو وويل چي ماته په اول ځل خپله شعر راغلى نو ايا اوس چي كوم شعرونه ليكئ دا شعرونه درته راځي او كه يې ځان ته راولئ؟   ځ : هيڅ وخت ما په شعر باندي زور نه دى وهلى او هيڅ وخت زور نه په وهمه دا څو كاله كېږي چي بېخي مي نه شعر او نه كيسه ليكلې ده كېداى سي ځيني نور عوامل به هم وي خو زما د كور مصروفيت ډېر دى زما د مرحومي خور(كريمې) د اولادونو تربيه هم زما په غاړه ده او روغتيا مي هم ډېر وخت ښه نه وي، شعر هم نه دى راته راغلى او ما هم كوښښ نه دى كړى چي پر ځان زور راولم چي ولاړه سمه يو ځاى كښېنم او په زوره ځان مجبوره كړمه چي زه بايد شعر يا كيسه وليكم نه يوازي دا ان زه په عادي ليكنه كي هم پر ځان زور نه راولم.    پ : د كيسو خبره مو وكړه نو كه راته وواياست چي كله تاسو يوه موضوع په خپلو سترګو ووينئ، يا يې د يو چا څخه واورئ او يا هم كومه ليكنه يا شعر ولولئ بيا يې د كيسو لپاره سوژه ګرځوى او يا شعر ورباندي ليكئ؟   ځ : په داسي وخت كي زه نه د چا شعر ګورم او نه د چا كيسه لولم ځكه زما په فكر كه په داسي وخت كي څوك د چا كوم شعر ولولي او يا يې كيسه مطالعه كړي نو ټول تخليق به يې د هغه شاعر يا ليكوال تر اغېز  لاندي راسي، ما مطالعه كړې ده خو داسي كار مي نه دى كړى چي كوم وخت زه يو شى ليكمه نو د يو چا اثر ولولم او بيا دي د خپل نثر يا نظم ليكلو ته كښېنم.   پ: ځيني كره كتونكي د ښځو پر شع� �ونو باندي دا نيوكه كوي چي كه يې د شعر څخه نوم ايسته كړې نو د نارينه وو له شعرونو سره يې توپير نه كېږي نو تاسو په دې خبره كي څه واياست؟    ځ : ستاسو خبره صحيح ده او په رښتيا هم داسي خبري كېږي خو دا خبره زه شل پنځويشت كاله وړاندي منم چي د ښځو په شاعرۍ كي حتى د مذكر او مونث توپير نه دى سوى خو تر هغه ورسته زه دا خبره نه منم ځكه لكه څنګه چي نارينه احساسات لري همداسي ښځي هم خپل احساسات لري، زه هيڅ نه پوهېږم چي دوى څنګه شعر ته زنانه شعر وايي؟ كه د مخالف جنس ستايلو ته دوى زنانه يا مردانه شعر وايي نو دا كار خو هم ټولو نارينه شاعرانو نه دى كړى او چي له دغسي شعرونو څخه هم د دوى نوم ايسته كړې څوك نه پوهېږي چي دا شعر نارينه ويلى دى او كه ښځينه ويلى دى ځيني شاعران به وي چي داسي شعرونه يې ويلي وي مثلاً د (جهاني) په شعرو كي يا د (كاروان) په شعرونو كي به ډېر لږ داسي شعرونه وي خو زه خپله داسي شعرونو ته لڅ شعرونه وايم.    پ : ايا ستاسو په وينا دغه لڅ شعرونه زم وږ پښتني ټولنه زغملاى سي؟    ځ : په افغانستان كي چي زموږ كومه پښتني ټولنه ده دا تر ليكي د هغي خوا د پښتني ټولني سره ډېر فرق لري، د دې سره_سره چي دلته جنګونه راغلي دي دا ملك وران سوى دى، ښوونځى سوځول سوي دي پوهنتونونه تړل سوي دي مګر بيا زموږ د خلګو � �هنونه د ښځو په وړاندي ډېر روښانه دي خو د ليكي د هغي خوا دا ځيني شاعران يا ليكوالان ما په  مشاعرو كي ليدلي دي هغه ښځي چي دغسي څه وايي نو دوى يې مخامخ ستايي او د شا له خوا بيا ورپسي خبري كوي او پر اخلاقو يې تبصرې كوي چي دا كار ښه نه دى.   پ : اغلې پروين (ملال) ايا ستاسو مطلب دا دى چي تر اوسه لا زموږ ټولنه د دغسي شعرونو اورېدولو ته چمتو نه ده؟   ځ : بلې هو! زموږ دا اوسنۍ ټولنه ان د نارينه وو دغسي شعرونو اورېدو ته لا نه ده جوړه نو هغه د ښځو شعرونه خو لا پر لار پرېږده.   پ: د چا شعرونه مو خوښېږي؟    ځ : زما په كلاسيكو شاعرانو كي د رحمان بابا شعر ډېرخوښېږي يو خو ډېر ساده شعرونه دي او بل د ده له  شخصيت څخه هم ډېره متاثره يمه همدارنګه حميد(مومند) مي د نازكخيالۍ په خاطر ډې� �خوښېږي او په اوسنيو شاعرانو كي چي د كوم چا شعرونه پر ما يو ډول د خوشحالۍ حالت راولي او ډېر تاثير راباندي كوي هغه د كاروان شعرونه دي او دغسي مي نو د جهاني، ننګيال او اجمل خټك  شعرونه مي هم خوښېږي او د دروېش دُراني شعرونه هم ښه اغېزه راباندي كوي لنډه دا چي ښه شعر چي د هر چا وي زما خوښېږي.    پ: ايا شعر په مطالعه پوري ډېره اړه لري او كه دا يو فطري استعداد دى؟   ځ: زما په اند په شعر كي هم استعداد ضروري دى او هم مطالعه لازمي ده تاسي وګورئ د رحمان بابا څخه اته سوه كاله تېرېږي خو بيا مو بل رحمان بابا پيدا نه كړ، نه م و خوشحال پيدا كړ او نه مو هم بل حميد بابا پيدا كړ دا ځكه چي دوى له فطري استعداد سره_سره ښې مطالعې هم درلودې او هسي عادي انسانان نه وو نو زه يو ځل بيا په ټينګار سره دا وايم چي د شعر لپاره له فطري استعداد سره_سره مطالعه هم ډېره ضروري ده.    شعر يو داسي شى دى مثلاً په دې كايناتو كي لوى څښتن داسي موجودات پيدا كړي دي چي ثابت دي لكه لمر، ستوري، اسمان او داسي نور. . . خو ځيني يې بيا داسي م وجودات پيدا كړي دي چي نيمګړي دي هغه بيا تكامل كوي مثلاً انسان يا نباتات چي د وخت په تېرېدو سره ډېر بدلون پكښي راځي نو شعر هم داسي دى اول كمزورى وي مطالعې ته اړتيا لري، رياضت غواړي او د وخت په تېرېدو سره د كمال حا� �ت ته رسېږي.   پ: اغلې پروين ملال زه چي ستاسو لومړي شعرونه ګورم او بيا مو سپوږمۍ په ځنګل زاركي لولم ډېر توپير پكښي وينم ايا تاسو هم دغسي كوم توپير احساس كړى دى او كه مو احساس كړى وي نو اغېزه يې څه شي بو� �ئ؟    ځ: هو، ولي نه زه چي اوس خپل ځيني پخواني شعرونه وايم باور وكړئ چي په شرمېږم او د ځان سره وايم چي دا شعر مي څنګه ليكلى دى  خو ځيني شعرونه  بيا ښه خوند راكوي، ما تاسو ته مخكي وويل چي شعر په پيل كي نواقص لري بيا ورسته_ورسته م كملېږي نو زه فكر كوم چي دا به د عمر غوښتنه وي عمر چي ډېرېږي عقل هم ورسره تكامل ته رسېږي او نه يوازي مطالعه ور سره ډېرېږي بلكي مشاهده هم ورسره ډېرېږي ښايي چي دغه شيانو به زما پر شعر هم اغېزه ښندلې وي.   پ: څنګه شعر خوښوئ او غواړئ چي د كوم شاعر يا شاعري په ډول شعر وليكئ او يا كه خپله پوښتنه داسي وړاندي كړم چي ايا كله مو داسي فكر كړى دى چي كشكي مي د فلانكي شاعر او يا د فلانكۍ شاعري په ډول شعر ليكلاى؟   ځ: زه چي هر ښه شعر وګورم وايم كشكي دغه شعر ما ليكلى واى! خو تر اوسه مي داسي فكر نه دى كړى چي كشكي مي د فلانكي شاعر په ډول شعر ليكلى واى ځكه كله چي مي دروني كيفيت شعر ويلو ته جوړ سي او شعر راته راسي زه يې ليكم او په هغه مهال كي نو زما دا فكر نه وي چي زه يې د چا تر تاثير لاندي ليكم (خندا) .    پ: ما اورېدلي دي چي د شعر ليكلو هم خپل ځانته يو وخت وي د عمر په تېريدو او يا د پېښو په رامنځته كېدو بيا هغه سي شعر نه سي ليكل كېداى تاسو په دې اړه څه واياست؟   ځ: تاسو ښه واياست ځكه انسان ډېر عاجزه م خلوق دى ځيني وخت داسي پېښي راسي چي د انسان ټوله ذهن كار پرېږدي زه خپله هم چي ډېره خوابدې سمه شعر نه سم ليكلاى او دغسي هم سوي دي مثلاً كله چي زما (خاوند) خداى دي ښه ورسره وكړي، ما په ژوند كي ډېر درناوى ورته درلودئ او اوس خو يې تر هغه وخت زر چنده نوم او قبر ته درناوى لرم نو هغه چي وفات سو تقريباً مادوه كاله شعر و نه ليكلاى سو، دا ځكه چي زما ذهن ډېر په تشويش كي و بيا مي چي ځوانه خور وفات سوه په هغه كي هم ما ډېر وخت شعر و نه ليكلاى سو لنډه دا چي زه نه په ډېره خوشحالي كي او نه په ډېره خوابدي كي شعر ليكلاى سم او چي نورمال حالت وي كولاى سم چي � �عر وليكلاى سم.   پ: په اوسني پښتو ادبي بهير كي د ښځينه شاعرانو او ليكوالانو د تخليقاتو څخه راضي ياست او كه  لا ډېر مزل ورته پاته دى؟    ځ: ادبي بهير خو بيخي ژور دى او د ښځينه قلموالو هڅي خو لا تر اوسه په لومړيو پوړيو كي دي شعر بيخي ډېري مرحلې لري خو موږ په دې څو تنو ښځو چي شعر وايي او يا ليكني كوي حساب كوو او وايو چي زموږ شاعري دي د دنيا د نورو ښځو سياله شاعري وي چي دا يوازي يو خيال دى.   پ : او د خپل شعر په اړه كه څه راته وواياست چي څونده ځيني خوښه ياست؟   ځ : تاسو باور وكړئ كله چي زه اوس خپل كتاب را اخلم نو يو دوه يا درې شعرونه به مي پكښي خوښ وي، دا زما عادت دى چي كله نوى شعر وليكمه او يو څه وخت ور باندي تېر سي بيا مي نه خوښېږي خصوصاً چي چاپ سي بيا مي ګر سره نه خوښېږي نو ستاسو د پوښتني په ځواب كي بايد دونده و وايمه چي له خپل شعر څخه ډېره راضي نه يمه.   پ : تاسو د شعر څخه علاوه يوه د لنډو كيسو ټولګه د (سپيني پاڼي) په نامه هم خپره كړې ده كه په دې اړه زموږ درنو لوستونكو ته وواياست چي د كيسو ډګر ته بيا څنګه راغلاست؟   ځ : د كيسو ډګر ته زما راتلل يو تصادف و، دغه د افغانستان ورستۍ غميزي ډيري زړه دردونكي وې يوه ورځ ناسته ومه د (وفا) اخبار مي وايه تاسو باور وكړئ د هيواد په اړه ليكل سوو پيښو راباندي ډېره اغېزه وكړه ماله ځانه سره ويل كه چيري دا ولس سره يو لاس نه سي راتلونكى به يې څنګه وي؟ يوه ليكنه مي د (هديرې) په نامه و� �يكل تاسو باور وكړئ زه نه پوهېدمه چي دا لنډه كيسه وه كه څه شي وه هغه ما (وفا) اخبار ته ور واستوله كله چي ما په چاپي بڼه وليدله د لنډي كيسې تر سرليك لاندي يې خپره كړې وه كله چي مي وليدل چي زه خو لنډي كيسې هم ليكلاى سم بيا مي شروع ورته وكړل او په ځيني مسايلو كي به مي د طاهر (آفريدي) سره كله نا كله مشوره كوله د هغه ورسته مي په كيسو ليكلو پيل وكړاو دې ډګر ته راغلمه.   پ : زه چي د ځينو ليكوالانو او شاعرانو سره ږغېدلى يم او پوښتنه مي ځني كړې ده دوى زما د پوښتني په ځواب كي راته ويلي دي ((كله چي يوه موضوع په شعر كي نه سو رانغښتلاى هغه بيا په لنډه كيسه كي رانغاړو.) ) ايا تاسو هم داسي كوئ يا مو داسي كړي دي؟    ځ : هغه ښايست چي په شعر كي غواړې هغه په لنډه كيسه كي نه تر سترګو كېږي ځكه د نثر او نظم ت� �منځ ډېرتوپير دى او ما هيڅكله داسي نه دي كړي چي د شعر موضوع په كيسه واړوم يا كيسه په شعر واړوم.    پ : ستاسو د لنډو كيسو ټولګه (سپيني پاڼي) ما ټول لوستى او يوه ليكنه مي هم ورباندي ليكلې ده په دې كتاب كي اكثره كريكټرونه ګونګ دي او تاسو د يو راوي په ډول يوازي كيسه كوئ چي د لنډي كيسې څېړونكي دغه ډول كيسې كمزوري بولي تاسو په دې اړه څه واياست؟   ځ : دا خبره در سره منمه ځكه دا زما لومړۍ ټولګه وه كېداى سي چي په نورو كيسو كي دغه ټكي ته پام وكړمه او رښتيا هم دا د لنډو كيسو لپاره يو كمزورى ټكى دى.   پ : تاسو خو په راډيو كي هم ډېر عمر كار كړى دى ايا راډيو ته مو تګ هم يو تصادف و؟   ځ : كه تاسو ته ووايم چي راډيو ته هم تصادفي ولاړمه نه پوهېږمه چي باور به وكړئ او كنه؟ زما د نطاقۍ سره له سره ډېره مينه وه په هغه وخت كي زما مور او پلار دلته په كندهار كي وو او ورڼه مي په كابل كي وو، زه د ورڼو س� �ه كابل ته د دوى كور ته تللې ومه له يو څو عمر څخه ورسته مي ورور راته وويل چي، پرويني كه په كور كي دي نفس تنګېږي زه به يو مصروفت درته پيداكړم، ما ور سره خوښه كړه د ده له دې خبري سره ماته دا معلومه سوه چي موقع راته برابره ده يعني اجازه لرمه چي دباندي كار وكړمه په دې وخت كي يو اعلان سوى و، چي په راډيو كي د نطاقۍ شپږ ميا� �تنى كورس دى د ورور په اجازه مي په هغه كورس كي داخله واخيسته ډېره خواري مي وكښله او زما دمخه هم له مطبوعاتو سره علاقه وه او په كندهار كي د (طلوع افغان) د ادبي پاڼي مسئوله ومه   خو په دې كورس كي زه ځكه پاته سومه چي ما په كندهارۍ لهجه خبري كولې نو ډېره مايوسه سولمه په داسي حال كي چي زموږ د كورس يوه استاد (ابراهيم خېل) څو واري په ټولګي راته ويلي و چي ته بايد خپله لهجه سمه كړې ستاسو دي په ياد وي چي هغه مهال د مشرقي او كندهارۍ لهجې په اړه خورا ډېري خبري كېدې اخر مي هيواد ورځپاڼي ته د كار په هيله درخواستي وليكل له نيكمرغه رئيس زه پېژندلمه ماته يې له مجيد سربلند سره د خبرو كولو موقع چمتو كړه چي هغه مهال د اطلاعات او كلتور وزير و، ما هغه ته وويل چي زما نوم پروينه ده د كندهار څخه راغلې يمه غواړم چي په  هيواد ورځپاڼه كي دنده اجراكړمه، ده راته وويل ولي په راډيو كي كارنه كوې؟  لنډه دا چي په راډيو كي مي د دوى په همكاري لومړى په سياسي او اجتماعي څانګه كي كار پيل كړ، بيا وروسته د هنر او ادبياتو څانګي ته ولاړمه هلته مي مختلفي خپروني پروډيوس كړي دي، د راډيويي مجلې پروډيوسره ومه چي هره د جمعې په ورځ به خپرېدى او د هنراو ادبياتو له ښو خپرونو څخه و، يو بل پرګرام و چي په فارسي يې ترازوى طلايي ورته وايه او په پښتو يې كره كتنه بللى هغه مي هم پروډيوس كړى دى همدا ډول څو نوري خپروني وې لكه جمعه او زموږ ډالۍ، از هر چمن سمن دا دوه پروګرامونه مي ليكل او يوه بله خپرونه وه چي هفتا زرنګ نومېدئ د هغه انانسري مي له خداى بخښلي  ملال سره په ګډه كول او په لومړي وار چي ميكروفون ته كښېنستمه ډېره تر تاثيرلاندي ومه چي تر اوسه مي په ياد دي او هيڅ مي نه هېرېږي.    پ: اغلې پروين ملال! داسي ويل كېږي چي څ وك په راډيويي ژورناليزم اخته سي نور تخليقي كارونه لكه شعر، لنډه كيسه او داسي نور. . . ور څخه پاتېږي تاسو دې خبري ته په كوم نظر ګورئ؟    ځ : زه په � �خصي نظر دا خبره چنداني نه منمه ځكه زه چي راډيو ته ولاړمه ماته د ډېركار زمينه مساعده سوه هلته مي ادبي خپ� �وني ليكلې او د پوهو كسانو سره مي وپېژندل يعني زه د ځان په اړه داسي ويلاى سمه چي پر ما باندي ستاسو د خبري ب� �عكس راډيو ښه تاثير كړى دى.    پ : د كندهار اوسنی فرهنګي بهيرڅنګه ارزوى؟    ځ: زه د كندهار د ټولو قلموالو څخه ډېره راضي يمه خو په ځانګړي ډول د ځوانو شاعرانو او ليكوالانو څخه ډېره مطمئنه يمه باور وكړى دغه ښكلا مجله چي كله كراچي ته راسي او په دې مجله كي د دغه ځوانو شعري او نثري مرغلري ګورم ډېره مي خوشحالوي او پر اعصابو مي ښه تاثير كوي يعني زما په روحي حالت كي يې تغير راوستى دى زموږ په وختو كي ډېر لږ كسان وو، خو زه له دې هر ځوان څخه دا هيله لرمه چي د ټول افغانستان ادبياتو ته به ډېركار وكړي او د هر يوه څخه به په راتلونكي كي د هيواد تكړه ليكوال او شاعر جوړ سي.   هيله : اغلې پروين  ملال  كه د دې ښايسته مركې په ورستۍ برخه كي مو په خپله يوه نه هېرېدونكې خاطره ونازوئ خوشحالي به مو څو چنده نوره هم زياته سي؟     ځ : خاطرې خو بېخي ډېري دي دا اوس زما عمر پنځوسو كالو ته نيژدې كېږي لاكن هغه م هال چي په لومړي ځل مي شعر په طلوع افغان  كي خپور سو تر اوسه مي په ياد دي او دا به مي د مرګ تر ګړي پوري په زړه کي وي او هيڅ به مي دا خاطره د زړه له كلي څخه و نه وزي او تل به مي پر زړه باندي طواف كوي.     ",شعرله استعداد سره رياضت ته هم اړتيالري (مرکه ) 3214,," د غزنى ولايت د ناور ولسوالۍ کې د کوچيانو او هزاره ګانو د قومى شخړى د لورو د ډزو په ترځ کې ١ تن دولتى عسکر مړ او ٣ تنه نور ټپيان شوي دي . د غزنى ولايت د پوليسو مشر د پېښې پخلۍ کړى او وايى سيمې ته پوليس د شخړې د سوله ايز اواري په موخه استول شوي وو . شخړه د ځمکې په سر رامينځ ته شوې چې اوس مهال دواړه لورې قومى جرګې ته سره ناست دي . ",قومى شخړه کې يوعسکر مړه او ٣ پوليس ټپيان شوي 3215,," امريکايى چارواکو منلې چې د شنبې سهار ګوانتانامو جيل کې ٣ تنو بنديانو خپل ځانونه وژلى دي .دا لومړۍ مرګونې پېښه ده چې ګوانتانامو جيل کې تر سره کيږي . شنبې سهار يو يمنى او د عربستان ٢ تنو وګړود جيل دجامو څخه په ګټې اخيستو خپل ځانونه زندۍ کړي دي . تراسه پورې � �١ ځلى د ګوانتانامو بنديانو د ځان وژلو هڅې کړي دي . ګوانتانامو بدنام جيل کې ٤٦٠ تنه بنديان دي .طالب جنګياليو ددغو بنديانو د مړينې په هکله زيات خفګان ښودلۍ او ددغه ډلې يو وياند ويلى چې نومړى بنديان د امريکايانو له خوا وژل شوي دي . ",ګوانتاناموکې ٣ بنديانوخپل ځانونه زندۍ کړي دي 3216,," بلخ کې دولتى پوليسو د يو نادولتى ټو� �نېCHA په کاروکونکو د بريد په تور ٤ تنه شکمن کسان نيولى دي. په دغه بريد کې چې تيره اونۍ د چاربولک ولسوالۍ کې وشو ٢ تنه کارکونکى مړه او يو بل ټپي شوي وو.نيولى شوي کسان د چمتال ولسوالۍ اوسيدونکي دي . ",بلخ کې ٤ تنه شکمن کسان د بريد په تور نيول شوي 3217,," د فرانسې د پارلمان په بلنه د افغانستان د پارلمان د ښځينه وکيلانو يو ٣٠ کسيز پلاوى نن له کابل څخه د فرانسې په لور وخوځيد.ټاکل شوې ده افغان وکيلانې د يوې اونۍ په ترځ کې د فرانسې له پارلمان څخه کتنه وکړى او ددغه هېواد د ولسمشر له ميرمنې ، د بهرنيو چا� �و له وزير ، د پاريس له شاروال او يو شمير نورو چارواکو او ټولنو سره وګوري . ",دپارلمان ٣٠ کسيزښځينه پلاوى دفرانسې په لور وخوځيد 3218,," د امريکا د پرمختيايى ادارې په مالى مرسته د لوګر د پل علم او د وردګو د سيداباد ترمينځ ٣٥ کيلومتره اږد سړک له جوړونې ورسته نن پرانيستل شو. دغه سړک چې د تنګې له ښکلې شنې درې څخه تير شوى د ٦ اعشاريه ٨ ميليون ډالرو په لګښت د يو کال په ترځ کې جوړ شوي دي . د نوموړى سړک له � �ار ې لوګر، پکتيا او خوست د کابل - کندهار - له لويې لارې سره نښلول شوى او په سيمه کې ٢٠٠ زر کورنيو ته ترافيکى او ترانسپورتى اسانتياوې رامينځ ته شوي دي. سيمه ايز اوسيدونکى وايى د سړک سور کم دى اود پلې کسانو له پاره د تګ لار نه لري . ",د پل علم -سيداباد ترمينځ سړک جوړ شو 3219,," په زابل ولايت کې يوه ځوانه ميرمن دکورنى تاوتريخوالى قربانى شوه او د کابل شار يو روغتون کې يې سا ورکړه . د روغتون دموظف ډاکتر په وينا نوموړې ميرمن ٩٠ فيصده سوې وه او له اوږد ځنډ وروسته روغتون ته راوړل شوې وه .نوموړې ميرمن ته د کورنى تاوتريخوالى له امله اور اچول شوي وو . ",ځوانه ميرمن د کورنى تاوتريخوالى قربانى شوه 3220,," د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ، کابل کې د استراليا د سفارت د پرانيستلو هرکلى کړى دى او ددغه وزارت د خپرونو څانګې پخلۍ کړى دى چې په راتلونکو دريو ميا� �تو کې به پرانيستل شي او د استراليا لومړۍ سفير به دغه دندې ته وګمارل شي . ",کابل کې به د استراليا سفارت پرانيستل شي 3221,," دکاپيساد اله ساى په غرونو کې د ترکمنستان د غورځيدلې الوتکې د ٧ تنو قربانيانو مړى چې ٤ تنه يې ډاکتران او ٣تنه يې عمله ده، د امريکا ديوې فوځى ډلې له لوري پيدا شوي دي. دوى توانيدلى ، هغه جګې سيمې ته چې الوتکه په کې لويدلې وه ځانونه ورسوي . نوموړې الوتکه چې ٧ تنه په کې سپاره وو، د تير جنورى مياشت کې لادرکه شوې وه .الوتکه د نړيوال سره صليب له لوري پاکستان کې زلزله ځپلو ته دمرستو د ليږولو په موخه په اجاره نيول شوې وه . يوه اونۍ وړاندې يوې ډلې کوچيانو ددغه الوتکې ټوټې ليدلې وې . ام� �يکايى ډلې د الوتکې تور ډبلۍ هم پيدا کړي دي.مړى ترکمنستان ته ليږدول شوي دي . ",د غورځيدلې الوتکې د قربانيانو مړي پيدا شوي 3222,," تيره شپه د غزنى کلاغيچ سيمه کې ٣ تنه ولسى وګړى د ناپيږانده کسانو له خوا وژل شوي دي . امنيتي چارواکي د پېښې پخلۍ کوي او وايې په دې اړوند يې پلټنې په سيمه کې پيل کړي دي . له وژل شوو کسانو څخه٢ تنه يې د يو وژل شوي پخوانى قو ماندان جمالدين زامن دي .چارواکو شک ښودلۍ چې ممکن وژنه د شخصى تربګينو او دښمنيو له مخې ترسره شوې وي . ",غزنى کې ٣ تنه ولسى وګړى وژل شوي 3223,," د کندهارد ميرويس روغتون کې نن د٤ تنو ولسى وګړو جنازې چې تيره چهار شنبه د هلمندسيمه کې لادرکه او وروسته وژل شوي دي،د هغوى کورنيو ته سپارل شوى . د کندهار ولايت وياند احمدى بينوا ته د پېښې پخلۍ وکړ او زياته يې کړه وژل شوى کسان ولسى وګړ ى دي، چې د کار او م زدورى په لټه کې له خپلو کورنو څخه وتلى وو . په دوى کې د هندى سړک جوړولو کمپنۍ يو کارکونکى هم شته .وژل شوى کسان دزابل اوسيدونکى دي . د کمپنۍ له وژل شوى کارکونکى څخه څو لکه کلدارې او يو موټر هم غلا شوي دي . ",د ٤ وژل شووجنازې نن دهغوى کورنيوته وسپارل شوې 3224,," په افغانستان کې رسمى سرچينو ويلى چې اوس مهال څه باندې ٢ م يليون افغانان وزګاره دي او په تيرو څلورو کلونو کې د ١٠٠ زرو له پاره دکا زمينه برابره شوې ده . د چارواکو په وينا ١٠ ميليونه افغانان د کار وړتيا لري او اوس مهال څه باندې ١٢٠ زره بهرنيان افغانستان کې کار کوي .د کورنيو چارو وزارت د پاسپورت د ادارې په وينا د ورځى يوازې ٤ سوه افغانان بهرنيو هېوادونو ته دتګ ويزه ترلاسه کوي چې زياتره يې ګاونډيو هېوادونوته د غريبى او مزدور ى په موخه سفر کوي.د وزګارى کچه په داسې مهال کې لوړيږى چې ملګرو ملتونو ويلى چې سږ کال به ٦ سوه زره افغان کډوال افغانستان ته راستانه شي. له دې سره سم د ښارونو په واټونو او سړکونو کې د سوالګرو شميره هم په زياتيدو ده . د بشر ىحقونو خپلواک کميسيون رپوټ ورکړى چې په سلو ٣١ فيصده کا� �ګر ماشومان د ورځې له ٩ ساعتو څخه تر ١٥ ساعت پورې کار کوي او ٣٥ فيصده کارګر ماشومان ښوونځيو ته ځي . ",٢ ميليون افغانان وزګاره دي 3225,," د پکتيکا والى خپلواک له دولت سره د ٦ تنو مخالفينو يو ځاى کيدل ومنل او زياته يې کړه له دې سره به د ملى پخلاينې لړۍ لا پياوړې شي او نور مخالفين به هم دې ته وهڅول شي چې له مخالفت څخه لاس واخلى او له دولت سره هم غږى شي .دغه ٦ کسيزه ډله د ملى شيرمحمد تر مشرى لاندې راغلى او وړاندې له دې يې د چارواکو په وينا له طالبانو سره تړاو درلود. ",پکتيکا٦ تنه مخالفين له دولت سره يو ځاى شوي 3226,," بغلان کې د پلخمرى ښار باندې دوه توغندى لګيدلې چې د چا� �واکو په وينا د پلخمرى ښار په سيند کې پريوتې او هيڅ ډول مرګ او ژوبله نه لري . همداشان تيره شپه د لوګر ولايت دخروار ولسوالى باندې وسله وال بريد شوي دي ، چې له امله يې يو تن دولتى پوليس ټپى شوي دى .لو ګر کې چارواکو م نلې چې يو تن بريد کونکۍ يې نيولى دى .طالب جنګياليو ادعا کړې ده چې دولسوالۍ امنيه قوماندان يې هم ټپى کړى دى . ",بغلان او لوګرکې بريدونه شوى 3227,," د هالنډ هېواد د افغانستان د ملى موزيم سره د ٤ سوو زرو ډالر په ارزښت دلرغونو اثارو د ساتنې په موخه د ٨٠ لويو او کوچنيوالماريو او ويترينو مرسته کړې. د اط� �اعاتو او ځوانانو وزير ډاکتر رهين د مننې په څرګندنو سره دورته مرستو غوښتونکى شو . نوموړى وسايل د موزيم دچارواکو په واک کې ورکړل شول . ",هالنډ له ملى موزيم سره مرسته وکړه 3228,," ائيتلافى ځواکونو منلې چې غزنى کې يې يو عسکر وژل شوي دي . دغه عسکر د غزنى د اندړو ولسوالۍ د يعقوب کلى کې د ماين د چاودنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى . پېښه هغه مهال رامينځ ته شوې چې په سيمه کې د مخالفو جنګياليو په وړاندې تصفيوى عمليات روان وو . د ائيتلافى ځواکونو په خپره شوې پاڼه کې د دغه پېښې پخلۍ شوي دي. ",غزنى کې د ائيتلافى ځواکونويو عسکر وواژل شو 3229,," د ناروى په پلازمينه اوسلو کې د افغان کډوا� �و د ډوډى نه خوړلو اعتصاب دوام لري . ناروې دولت غواړى چې څه باندې ٢٠٠٠ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي . ١٧ ورځې کيږي چې يو شمير افغان کډوال د اعتراض له مخې يو پارک کې راټول شوى دى .د زياترو روغتيايى حالت د انديښنې وړ بلل شوى او يو شمير روغتون ته ليږدول شوي دي .ناروې کې ٦٠٠٠ افغان کډوال اوسيږي.اوس مهال د اوسلو مرکزى کليسا م شران هڅه کوى چې ددولت او يو شمير ګوندونو سره په دې اړوند خبرې وکړي. ",په اوسلوکې دافغان کډوالو اعتصاب دوام لري 3230,محمدابراهيم ((سپېڅلى ))," مرکه کوونکی : محمد ابراهيم ((سپېڅلى )) د ښکلا مج� �ې له پرله پسې اتلسمي ګڼي څخه   كه چيري تاسود( كونډي زوى ) سريال كتلى وي لازماً به مو د  واحد( نظ� �ي ) نوم اروېدلى وي ځكه دكونډي زوى فلم ددغه تكړه فلمسازدلوړوهنرونوڅخه دى واحد( نظري ) نه يوازي فلم جوړونكى دى بلكي طنزونه هم ليكي چي تراوسه دهغه دطنزونواوه ټولګي چاپ سويدي اوڅونوري يې دچاپ لارڅاري نوم وړى په كال (۱۳۳۲) په كندهاركي زيږېدلى دى ،په كندهاراوكابل كي دلومړنيوزده كړوڅخه ورسته دكابل پوهنتون دح� �وقوپوهنځي ته په ښونمروبريالى سويدى دنيكمرغه دهمدغي پوهنځي په دوران كي دبلغارياهيواديوبورس ورته راغلى اوهلته يې بشپړاته كاله دسينمااوتلويزون په څانګه كي لوړي زده كړي وكړي اوددوكتوراديپلوم د ترلاسه كولوڅخه ورسته خپل هيوادته راستون سو ،په تلويوزون اوافغان فلم كي يې يوڅوعمردډاريكټرپه صفت دنده اجراكړه ،بيادخپل ځانګړي وړتياله مخي دافغان فلم مړسيسې رياست ورترغاړه سواوورسره سم دهنرمندانوپه ټولنه كي دسينمادانجمن � �ئيس هم ړاوددې دوودرنودندوترڅنګ يې دكابل په پوهنتون كي دسينماڅانګه په خپل خداى وركړي لياقت سره فعاله كړې اوپه دې ډيپارټمنټ كي يې داستادسپېڅلې دنده هم پرمخ بيول چي په يوه مهال كي دادونده درندې دندي په بشپړبريا� �يتوب ترسره كول دهرچادتوان كارنه دى . لكه څنګه چي مومخكي دده دليكنوپه اړه يادونه وكړه بايدداهم پ� �زياته كړوچي ښاغلي(نظري) دسينمادتخنيك په اړه ډيري ليكني كړي،ځيني داستانونه، نندارې اوسناريوګاني يې هم � �يكلي دي خوهغه يې لاپه كتابي بڼه راټول كړي نه دي . پوښتنه : نظري صاحب ! دسينماډګرته دراتلوانګيزه موڅه وه ؟  ځواب : زمادتمثيل دهنرسره دښوونځي له هغه لومړنيوټولګيوڅخه مينه وه اودكابل راډيو سره به مي همكاري كو� �ه بيايووخت ددې خپروني ( كاكامجانس ) سوم اوكوچنيانوته به مي كيسې ويلې ترهغه ورسته مي بيادهنراوادبياتودډ� �ام اوډيالوګ دڅانګي سره چي هغه وخت يوازي راډيووه اړيكي نيژدې كړلې په ځينوراډيويې ډراموكي مي دممثيل په صفت كارهم كړيدى خوداچي په كابل پوهنتون كي هغه مهال دهنرونوپوهنځي نه وه نومجبوراً مي دحقوقوپوهنځي انتخاب كړه چي بياچانس راته مساعد سواوبلغارياته ديوه بورس دلاري ولاړم ،هلته مي اته كاله دسينماپه برخه كي لوړي زده كړي وكړي . پوښتنه : آياپه كورنۍ كي موبل څوك له دې هنرسره مينه وال موجودړ؟ ځواب : زماترمخه بل څوك نه وه وروسته له ما څخه دغه مينه زمادكورني سره پيداسوله ترماكشرورور محمود(نظري) چي په ننګرهارپوهنتون كي يې داستادي دنده ترسره كوله هغه طنزته مخه كړه چه تراوسه پوري يې څوطنزي اوداستاني مجموعې چاپ سويدي همداډول م� �رورورمي عبدالصمد( نظري ) چي په پښتوكي ماسټري لري اواوس دكندهاردښوونكوپه عالي مړسيسه كي تدريسي مرستيال دى هغه هم ډيري ليكني لري يعني زماپه واسطه دوى ته هم لارپيداسوه چي مطبوعاتوته راووزي . پوښتنه : نظري صاحب ! زموږپه ټولنه كي ممثلينوته لكه څنګه چي ښايي په هغسي سترګه نه كتل كيږي آياتاسودغسي څه احساس كړيدي ؟  ځواب : دنيكمرغه زه تراوسه پوري له دغسي څه سره نه يم مخامخ سوى ځكه چي يوخوزه په كابل كي وم خوپه كندهاركي هم داسي رسېدلي خلګ سته چي دې كارته ډيره په درنه سترګه ګوري اوددې كارپه ارزښت پوهيږي ځكه چي زموږ ټولنه يوه نيمه نالوستي ټولنه ده هغوى ليكل اولوستل نه سي كولاى نودهغولپاره دايوه ډيره قوي وسيله ده په ځانګړي ډول سينماچي داووهنرونومجموعه ده اوداهنر بيا پرانسانانو هم په سياسي هم په ټولنيزاوهم په ذوقي لحاذډيره اغيزه ښندي خوبياهم دخلګوسره په خبروكي داسي څه احساسيږي يعني لكه څنګه چي په كارده دې پديدې ته په درنه سترګه نه ګوري مثلاً : تراوسه پوري څوك نه حاضريږي چي خپلولوڼوته اجازه وركړي چي سينماته راسي اوياكارپكښي وكړي په داسي حال كي چي داډېرمهم كاردى كه خپله انسان حياوساتي هغه هرچيري ساتلاى سي اوكه څوك خپله حيانه ساتي هغه يې هرچيري دلاسه وركوي ،تاسوته معلومه ده چي كندهارلكه څنګه چي دافغانستان دسياست اوكلتورمركزړاودى يعني دلته داسي سياسي اوهنري څېرې تېري سويدي چي واقعاً ټوله افغانستان په نازيږي دوى ډيرښه،ښه استعدادونه لري كه چيري دولايت اواطلاعاتواو كلتوررياست له پلوه ورته پاملرنه وسي زه هيله منديم چي داسيمه به يوځل بياخپل كلتوري اوهنري برم ترلاسه كړي ،اوس زمينه ښه چمتوده ډيري ښې ،ښې مجلې دلته خپريږي ،په زړه پوري كتابونه چاپيږى ،ډيري كلتوري اوادبي ټولني جوړي سويدي چي هره يوه خپل تروسه ،وسه ډيري هڅي كوي ،ددوى داهڅي دستايني وړدي كه موقع نوره هم ورته مساعده سي بېله شكه به يې كارونه په نړيوال سټنډرباندي برابرسي . پوښتنه : ديوه ښه فلم يايوه ښه سريال لپاره څه شي ډيراړين دي ترڅوهغه داولس په زړونوكي ځاى ونيسي ؟  ځواب : ښه شى هغه دى چي انسان په استيتك لحاظ باندي له هغه څخه خوند واخلي ،سينما تاسوته معلومه ده چي هم تجارت دى ،هم موسيقي ده ،هم سياست دى اوهم سرګرمي ده نوكله كه دغه ټوله ذوقي معيارونه دانسان دذوق پراساس باندي تعين سي اوليدونكي خوندورڅخه واخلي دغه نوديوه ښه فلم ياسريال اساسي صفت دى خوپه خواشينۍ سره بايدووايم چي زموږ په ټولنه كي خلګودهنداو پاكستان تجار تي فلمونه ليدلي دي اوموږ دليدونكوذوق يې ورخراب كړيدى ،موږ بايدافغاني سينماولرواوافغاني مشكلات دسينماپرمخ باندي وړاندي كړواوددې لاري خپل خلګ له خپل كلتور او خپلي ټولني سره اشناكړواوله هغه پرديوميلو� �رامونوڅخه چي هيڅ نوى شى هم نه لري راليري كړوكه څه هم داكارډيرستونزمن دى چي دهغوځاى به نيسوولي بيابه هم هڅه كووچي خپل افغاني سينمااوافغاني فلمونه ولرو،زه دښه فلم په تعريف كي داخبره ضروري بولم چي زمالپاره ښه فلم هغه دى چي ليدونكى يوڅه ځيني زده كړي اودزده كړي ترڅنګ دهغه استيتك احساس نورهم پياوړى كړي . پوښتنه :نظري صاحب ! ستاسودسينمايي كارونوپه لړكي ( كونډي زوى ) سريال هم ستاسودنامه سره تړلى يوسريال ړچي تراوسه يې هره صحنه دليدونكوپه زړوكي داسي ژوندۍ ده لكه دوى چي پخپله په هغه صحنه كي حاضروو اوس پوښتنه داده چي ستاسوپه اندديادسوي سريال تردې كچي دمشهوره كېدورازپه څه كي بولى ؟  ځواب : تاسي ګورى يوه لسيزه سياست وكړى ،سياسي فلمونه موجوړكړل اوتبليغاتي فلمونه موجوړكړل خود( كونډي زوى ) له سياسي دورې څخه زموږ لومړنى تلاښ ړچي موږ غوښتل ديوې خولې خنداترڅنګ افغاني واقيعتونه دپردې پرمخ باندي راولوځكه زموږ افغاني ژوندډيررنګين ژونددى ،� �يرمتنوع ژونددىكه موږوكو لاى سودغه ژونددكامرې له لاري دپردې پرمخ باندي وښييوددې څخه بېله شكه ډيرجالبه � �اټونه جوړيږي نوموږ هم د ( كونډي زوى ) په سريال كي سياست نه ړكړىپه هغه كي كنايې نه وې په هغه كي مستقيم اًديوساده كليوال ژوندانځورسوى ړچي زموږ خلګو ډير خوښ كړاوزه ډيرخوشحاله يم چي دغسي يوفلم جوړسوخوپه خوا� �ينۍ سره بايدووايم چي موږته نوره موقع په لاس رانغلل ترڅونورهم دوام وركړو.دغه به دفلم دبرياليتوب رازړچي نه يووازي افغانانو خوښ كړبلكي مادخارجيانوڅخه هم اورېدلي دي چي ډيره مينه يې ورسره ښودلې ده نوپه هغه كي هغه څه چي دسينمايي ميعارونه اوزموږامكانات ووهغه موترډيره حده پوري په پام كي نيولي ووچي ښايي دغه به يې دبريا� �يتوب رازوي چي ليدونكي دافلم زموږليدونكي ډيرخوښوي . پوښتنه :ددې ترمخه چي د(كونډي زوى )فلم نندارې ته وړاندي سي آياستاسوهيله وه چي دونده به مشهورسي ؟  ځواب : پدې اړه به واقيعت درته ووايم چي زموږ توقع دونده نه وه آن دفلم دجوړيدوپه دوران كي لا ډيرى خلګ پرموږباندي بې باوره ووځكه زه دممثل سره ډيركاركوم ديوې صحنې يو� �اټ ترشلو ديرشو واري په ممثل تكراروم ترڅوهم دكمپوزيشن هم دروښنايي اوهم دتمثل له اړخه يې ټولي خواوي په زړه پوري چمتوسي نوډيروخلګوزمادغه كارډيربې باوره كړي وواوفكربه يې كاوه چي زه پرخلګوباندي اضافي كاربارووم خوپه ورسته كي نتجه داسي سوله چي بې باوروخلګولاباورپيداسوځكه كوم كارچي موږكاوه هغه مسلكي كارړاوزه پخپل كارباندي نااُميدنه وم . پوښتنه : ددغه فلم څخه داسي يوه خاطره لرى چي دلته زموږله درنولوستونكوسره هم ش� �يكه كړى ؟ ځواب : پردې فلم باندي موږ يوكال اوڅومياشتي كاروكړچي واقيعاً يې ډيري خطرې درلودې خوددې فلم يوه په زړه پوري خاطره به تاسواودرنولوستونكوته داووايم چي :موږاكثره په دې فلم كي دپټي كامرې څخه كاراخيستى ترڅ وداطبيعت لكه څنګه چي دى همهغسي ليدونكوته وښييو،( شاد ګل)چي معمولاً به يې بارپه شا،خولۍبه يې پرسراوتعوي� �ونه به يې په غاړه ځړېدل ،چانه پېژندى ،دى به په خلګوكي ګرځيدى اودخپل ملګري رامدادپوښتنه كول ځيني خلګوپه � �ښتيافكركاوه دالكه چي كوم صحرايي راغلى دى .موږبه دغه ټول په كامره كي تعقيبول يووخت متوجه سووچي يوسړى په ( شاد ګل ) پسې دى اوداسي بل ډول ښكاري نومو( شاد ګل) پوه كړى چي داشاټ دسره پيل كړي كله چي شاټ دسره پيل سوبياوينوچي سړى په ( شاد ګل) پسې دى بياموداشاټ دسره كړڅه ګوروچي په دريم شاټ كي بياهغه نابلداووارخطاسړى ( � �اد ګل) تعقيبوي اوغواړي چي دده جيب ووهي نودازموږ لپاره ډيره په زړه پوري خاطره وه چي د( شاد ګل)په اكټينګ باندي جيب وهونكى لاخطاوتلى ړاوپه ده پسې ړچي كله به يې لاس پربرسي اوجيب به يې ځيني ووهي بياموهغه سړى راګي� �كړي اوپوه موكړچي ستاټول كړه وړه په كامره كي ثبت سويدي . پوښتنه : خپله مودڅنګه فلمونوكتل خوښيږي ؟  ځواب : زه داسي فلمونه ګورم چي دهغه څخه په مسلكي ،استيتك اويانورواړخونوكي يوڅه زده كولاى سم ،دغه اوسني اكشن فلمونه ګرسره نه ګورم اونه ورسره هيڅ علاقه لرم ځكه زه پوهيږم چي داټول كمپيوټري فلمونه دي اودكمپيوټرپه واسطه كارپرمخ بيول كيږي چي كه رښتيادرته ووايم هيڅ مي نه ارضاكوي .زماډيرعادي انساني فلمونه چي دژوندوا� �يعتونه پكښي بيان سوي وي اوزياتره يې زه ډاريكټرته ګورم ځكه زه خپله دسينمايي مسلك سره تړلى يم اوګورم چي دكوم ډاريكټرفلم دى ؟ زه ډيروخت داكټورلپاره ډيركم سينماته تللى يم خوزمالپاره ديوښه فلم ميعيارډاريكټردى ځكه ډاريكټر فلم جوړوي نوپه دې خاطرزه دهغوډاريكټرانوفلمونه ګورم چي شهكارونه يې سينماته وړاندي كړيدي او دم وضوع په لحاظ مي بيالكه مخكي چي مي وويل ټولنيزاوفلسفي فلمونه ډيرخوښيږي اوتنده مي راخړوبوي . پوښتنه : كه يولوبغاړى ډيركمزورى وي اوډاريكټريې غښتلى وي نوطبعي خبره ده چي ډاريكټرورسره په تكليفيږي اوپرفلم هم اغيزه ښندي نو په داسي حال كي تاسوفلم كمزورى بولى كه غښتلى ؟  ځواب : ستاسوخبره صحيح ده چي پرفلم باندي اغيزه لري خوتكړه ډاريكټران ترهڅه لومړى داهڅه كوي چي دخپل فلمونولپاره كمزوري اكټوران انتخاب نه كړي اوكه چيري يې انتخاب هم كړي نوهغه بيا داوړتيالري چي دغه كمزورى اكټورراپورته كړي اويوسم اكټورځيني جوړكړي خوډيرلږ په سينماكي داسي سويدي چي يوښه ډاريكټردي كمزورى فلم جوړكړي ځكه هغه زموږ غوندي مشكلات نه لري لاكن موږمجبوره يوچي هغه څلورياپينځه نفره چي موجوددي له هغوڅخه استفاده وكړو خونړيوال ډاريكټران دخپل سناريوسره برابر� �وبغاړي راپيداكوي ترڅويوخوندورفلم جوړاوټولني ته يې وړاندي كړي .  پوښتنه : پرپرده باندي دډاريكټرراڅ� �ګندېدولوته په كوم نظرګورى ياكه داسي خپله پوښتنه وړاندي كړم چي يوډاريكټركولاى سي چي پخپل فلم كي دلوبغاړي رول ولوبوي ؟  ځواب : ډاريكټرته ضروري نه ده چي دپردې پرمخ دي راښكاره سي ځكه ډاريكټرهغه څوك دى چي دكامرې � �اته ولاړدى اودكامرې دشاڅخه خپل يونټ ته لارښوونه كوي خوداسي ډاريكټران هم سته لكه : ( چارچاپلين ) چي هم ډا� �يكټرړاوهم اداكاريعني په اوسمهاله نړۍ كي داسي كسان سته خوفيصدي يې ډيره كمه ده اوډيرى غواړي چي دكامرې تر� �اپاته سي اويوازي دډاريكټ كارمخ ته يوسي اوكه دپردې پرمخ راڅرګندسي هيڅ پروانه لري تاسي ګورى ( الفرتيچكاك ) پخپل هرفلم كي په يوه كوچني شاټ كي ځان ښكاره كوي دانوداسي مثال لري لكه يوشاعرچي شعروليكي اوپه پاى كي يي خپل نوم ورواچوي . پوښتنه : نظري صاحب ! په هيوادكي اوږده جنګونه دكډوالۍ سبب سوه دغه كډوالۍ پرداستاني ادبياتوكي تحول رامنځته كړ،دهيوادپه سينمايي ډګركي دغه تحول څنګه ړ؟  ځواب :په تعصب سره بايدووايم چي فلم ته يې هيڅ نه دي وركړي ،شعرخوداسي شى دى چي شاعريوازي له ځانه سره كښېني اودى كولاى سي چي شعرووايې آن خپل د� �دونه پكښي انځوركړي خوولي سينمايومجموعي هنردى يونفرهيڅ نه سي كولاى ځكه په سينماكي دډاريكټرڅخه ماسوىٰ نو� �وډيرونفروته اړتياسته نوپه دې حساب دغه جګړوزموږ سينماته نه يوازي څه ورنه كړل بلكي لايې هغه څونفره چي سره � �اټول سوي ووسره وپاشلواوسامانونه چوراوليلام سول اوډيري ناوړي اغيزې يې ورباندي وكړي چي هيڅ دزغملونه دي هيله منديوچي بيرته به كارسم سي ځيني شخصي كارونه پيل سويدي ولي داډيرمسلكي هڅي نه دي . ډيرخلګ فكركوي چي بايدفلم جوړكړي ولي دفلم په اساساتو اوتخنيك نه پوهيږي اودوى يوازي دتصويرډكولوته فلم وايي چي په واقيعت كي داسي نه دى، موږ بايد دخپلوليدونكوذوق ته وده وركړوخوناكاره فلمونه نورهم دليدونكوذوق ورخرابوي چي دادخ� �ګو، سينما اوله سينمايي هنرسره لوى ظلم دى.  پوښتنه : دپولي پرهغه غاړه باندي هم پښتوفلمونه جوړيږي نوتاسي ديوه ډاريكټرپه صفت هغه فلمونه څنګه ارزوى ؟  ځواب : زه چي كله دافغان فلم رئيس وټاكل سوم نوماته ځيني دوستان راغلل اوراته وې ويل : (( دلته پښتوفلمونه سته لاكن دهغه تعصب له مخه چي دپښتوسره موجوددى دغه فلمونه نه ښكاره كيږي تاسي دافلمونه ولي نه راباسي ؟)) نوزه سمدستي دلومړي وزير مرستيال ته ورغلم اودخلګوداغوښتنه مي ددوى ت� �غوږونوپوري ورورسول ،مرستيال راته وويل (( يواري دافلمونه وګوره بيابه زه اوته خبري سره وكړو.)) زه ولاړم دا� �شيف څخه مي دافلمونه راويستل چي كله مووليدل نوهلته يومخلوط سوى كلچر چي يوډيرمبتذل كلچرپه دې فلمونوكي ښودل سويدى په دې فلمونوكي داسي شاټونه وه چي هغه په ډيروسپكوفلمونوكي ليدل كيږي ددوى فشارپردې ړچي څنګه وكولاى سي دليدونكواحساسات راوپاروي هغه افغانان چي ټوله ورځ به يې كاركړي ړاوغوښتل به يې چي يوګړي دتفريح لپاره سينم اته ولاړسي ياخپله دهغه دپېښوردخلګوله محدوديت څخه يې ګټه اخيسته نوله كتني څخه ورسته ماخپله ورته وويل چي :نورپه دافلمونه همداسي پرېږدى اوهيڅ لاس مه په وهى ځكه زموږ دليدونكوذوق ته ډيرزيان درلوداوموږ پښتانه يې داسي معرفي كولوچي دويلووړنه دي ځكه هلته خلګوپه پښتوخبري كولې ولي نوراعمال يې پښتنوته ورته نه وه اويابه يې كامره داسي ځايونوته متوجه كوله چي ديوه پښتو اوافغان لپاره نه يوازي دزغملووړنه وه بلكي داسستيك ،كيسې،ډئي� �اګونواواكشن په لحاظ يې هم داسي څه نه درلودل چي سينمايي تنده دي په خړوبه سوې واى !!! . پوښتنه : � �اځوستاسودغه نوي فلم ( هجرت ) ته كه ددې په اړه زموږدرنولوستونكوته يوڅه معلومات وركړى خوشحاله به سو؟  ځواب : ددې فلم پرسناريوباندي موږ شپږ كاله كاروكړيعني په دې معنىٰ چي موږ هره ورځ پردې سناريو باندي كاركاوه يوه صح نه به ځيني كمېدله يوه صحنه به وراضافه كېدله خلګوبه دمالي مرستي ژمني كولې اوبيابه يې خپلي ژمني هيري كړلې بياداكټورانوپه رايوځاي كېدوكي ستونزي وې آخرپه دې پوه سولوچي وخت دلاسه راڅخه وزي نوموكارپه هغه موجودوام كاناتوباندي راپيل كړاوكابويوكال يې په شوټينګ،منتاژاونوروكارونوباندي تېرسونوداچي څنګه دى؟ قضاوت و� �يدونكوته پرېږدوخوداموپه يادوي چي: ستونزي موبيخي ډيري درلودې ،تخنيكي امكانات موډيرمحدودوه اوهغه اكټو� �ان چي زموږپه كارووډيرليري اوهلته په نوروكارونوبوخت ووخوبياهم دخپلوافغانانوحمايت اوتشويق راسره ړچي داكارموپاى ته ورساوه . پوښتنه : په (هجرت ) فلم كي ځيني بهرني اداكاران هم ترسترګوكېدل چي په بهرنۍ ژبوبه يې خبري كولې آيادامودفلم اصلي داكاران وواوكه مودنيستۍ څخه په فلم كي ځاى كړي وو؟  ځواب : تاسوګورى تمثيل داسي هنردى چي عادي خلګ يې نه سي اجراكولاى زه دانه وايم چي دوى اكاډميك ممثلين ووخودوى تاسودپردې پرمخ وليدل كه څ ه ايراني ،هالنډي اوالماني ممثلين ووداټول هغه ټيفونه ووچي موږخپله انتخاب كړي اودهمكارانوپه صفت يې زموږ س� �ه بېله مالي غوښتني هغه ور سپارل سوې دندي په ښه ډول اجراكړې . پوښتنه :اوس ددې فلم څخه څونده راضي ياست ،� �ياواقيعاًچي تاسي كوم څه غوښتل هغسي وسول ؟  ځواب : دانسان ژوند دوه ډوله دى يو( ايډيال ) ژوندبولي اوبل ( � �يال ) اوس نوهرڅوك داهيله لري چي ښه كور،ښه اولادونه اوښه موټرچي داايډيال ژونددى اوبل ريال ژونددى چي يوزوړبائيسكل لرې اودغه دماموريت يولږنوكى تنخواده خوستازړه هرڅه غواړي ولي تقديربيادغه درته ليكلي دي چي هيڅ نه پربله كيږي نواوس هم زموږ دغه امكانات وه خوپه فكري اوهنري لحاظ موامكانات تردې څوځله ډيره و،زه فك� �كوم چي په داسي لږامكاناتوبه داسي فلم جوړول يوايډيال فلم وي كه څنګه تاسي څه واياست؟  پوښتنه : ددغه فلم په بيګراونډكي به ځيني داسي څه ترسترګوكېدل اويابه هم كوشاټ داسي ړچي دپښتني كلتورسره يې سرنه خوړى كه څه هم تاسوغوښتل چي بهرنى هيوادوښياست نوستاسوپه آنددا سي څه زموږ په ټولنه كي دهضم وړدي ؟  ځواب :دااوس تاسوپه هركوركي وينى چي سټلائټ اوډش سته ،همداسي داهندي فلمونه چي تاسي وينى ټولي كورنۍ يې په ډيره مينه سره ګوري اوداخبره بيخي دورځي موډګرځيدلې ده اوستاسوخبره هم پرځاى ده په دې فلم كي ځيني شاټونه وه اوكوښښ مو وكړچي داسي څه نه وي خوداڅه چي تاسي يادوى موږپه دې خاطرداكاركړيدى چي هلته بايدهغه فضاحس سي اوداسي څوك ونه وايي چي داف� �م يې بل ځاى جوړكړيدى . پوښتنه : كه راته وواياست چي اوس موڅه ترقلم لاندي دي ؟  ځواب : دطنزپه ډګركي مي دوې ټولګي ترچاپ لاندي دي اودسينماپه ډګركي درې سناريوګاني لرم اوپه همدې هيله كندهاراوكابل ته راغلم اود� �وړپوړوچارواكوسره هم و ږغېدلم ترڅووګورم خلګ او دو لت مي څونده حمايه كوي اوموقع څونده راته مساعده ده � �يادغه هيله مندي په دوى كي سته چي دلته يوه بديله سينمايادتياتريومركزجوړكړو؟ دلته بااستعداده ځوانان ډي� �دي ،دلته ښه ادبي كړۍ موجودي دي اوښه كارونه پرمخ بيايي اوپاته دي نه وي چي زماسره يوښه مستندفلم په زړه كي دى چي دپخواني كندهار،اوسني كندهار،كندهاريان ،تاريخ اوعنعات اومناسبات ټوله په نړيواله كچه پكښي راولم خوپه دې شرط چي يادسوي كسان ماحمايه كړي ولي داهغه غوښتني دي چي لاتراوسه يې ماكوم ځواب نه دى پيداكړى اوكه يې بياهم يوازي پريښودلم نوبيايې زه په يوازي سرجوړوم خوپه دې كه شك نسته چي نواقص به هم ولري . ښاغلى نظري صاحب ! كه ددې خوږې اوپه زړه پوري مركې په ورستۍ برخه كي دكندهار ځوانو ممثلينو ته كوم پيغام ولرى مننه به موي ؟  ځواب : زه دلته دكندهاري ممثلينوسره اشناسوم په دوى كي ډيرداسي شازاستعدادونه سته نوكه دوى ته دكارزمينه برابره سي اويوڅوك ورسره مرسته وكړي ،خپلي تجربې ورسره شريكي كړي اودوى ته صحيح لارښوونه وسي نوزه باورلرم چي دپخواپه ډول به تكړه كدرونه ولرواوسترګي به موپه لوړي وي . ",موږ بايد خپله افغاني سينما ولرو ( مرکه ) 3231,," نن سهار ٨ بجې د نامالوم لامل له مخې د جلال اباد ښار د کابل اډې د لرګيوپه سراى کې ستره اولګيدنه رامينځ شوه چې د يو ساعت په ترځ کې شاو خوا سيمو ته خپره شوه ، چې دويرې له کبله يې ډير شمير اوسيدونکى دې ته اړ شول چې خپل استوګڼ کورونه پريږدي . پس له يو ساعت د اوروژنې ډلې سيمې ته رسيدلى او دم ګړى يې يو څه تر کنترول لاندې راوستى . ويل کيږي ټول لرګى سوى او ستره تباهى يې رامينځ ته کړې ده .ځانى مرګ او ژوبله نه لري .غرمه مهال اور مړ شوى مګر د رسيدلى زيان کچه لاهم نه ده څرګنده . د ننګرهار امنيه قوماندان اوښتۍ زيان ٥٠ يا ٦٠ لکه افغانۍ بولې مګر ځايى سوداګر رسيدلى زيان ٣ ميليون ډالر اټکل کوي .د استوګنې ٧ کورونه ،لسګونه دکانونه ، ٣ موټر او په خروارولرګى سوي دي. ",جلال اباد کې اورلګيدنې ستره تباهي رامينځ ته کړې 3232,," د افغانستان د ملى دفاع وزير سترجنرال عبدالرحيم وردګ نن چې يوې خبرې ناستې ته به بروکسل کې د ناټو د ناستې په اړوند څرګندونې درلودې وويل ، د افغان فوځ شميره به ٢٠٠ زرو تنو ته لوړه شي، شرايط ايجابوى چې شميره لوړه شي . وردګ چې دناټو په ناسته کې له خپل ګډون څخه خوشاله او راضى م الوميده ، وويل د ناټو غړو هېوادونو سره به د همکارۍ او مرستې يو تړن لاسليک کړي اود دوو يا دريو مياشتو په ترځ کې به افغان فوځ په نويو او پرمختللومدرنو وسلو سمبال شي .ده ومنله چې فوځ يې زړې وسلې لري ، چې له امله يې فوځيان د م خالفو جنګياليو سره په جګړه کې تر اغيزې لاندې راځي .ده زياته کړه چې ناټو منلې چې دافغان فوځ په واک کې نوې وسلې و� �کړي. ",د افغان فوځ شميره به ٢٠٠ زره شى . 3233,," په انترنتى خپره شوې بيانيه کې راغلى چې د زرقاى پلويانود خپل مشر د وژنې د غچ اخيستلو لوړه کړې او ژمنه يې کړې چې داسې ستر بريدونه به تر سره کړي ، چې په ترسره کولو سره به يې دشمن له خوب څخه بې برخې شي به بيانيه کې د القاعده له مشر اسامه سره د بيعت او وفادارى اعلان � �وى دى . زرقاى تيره اونۍ د امريکايى ځواکونو په بريد کې چې دوه ٢٣٠ کيلويى بمونه يې په کور توغول شوي، ووژل شو. ويل کيږى له بريد وروسته نوموړى ژوندى وو. مالومه نه ده چې د زرقاى مړۍ به په اردن کې د هغه کورنۍ ته وسپارل شي او که نه ؟ له مړينې ورسته د نوموړى بدن د امريکايى ډاکترانو له لوري څيرل شوي دي. ",د زرقاوى پلويانو دغچ اخيستلو لوړه کړې 3234,," ددفاع وزارت وياند جنرال عظيمى پرون څرګنده کړه چې تيرو شلو ورځو کې د افغانستان په مختلفو ولايتونو کې د يو لړ عملياتو په بهيرکې ٥٦ تنه مخالف جنګيالى وژل شوي، د ٦ تنو به� �نيانو په ګډون يې ٥١ تنه يې نيولى او ١٥ تنه نور يې ټپيان کړي دي . ده وويل چې ٢٦ تنه شکمن کسان يې د ورانکارو عم لونو په تور نيولى دي . ",٥٦ مخاف جنګيالى وژل شوي 3235,," بلخ ولايت کې عينى شاهدانو بينوا ته وويل چې د ايساف ځواکونو د شنبې په ورځ د مزارشريف نړيوال هوايى ډګر ته نږدې يو افغان په ډزو سره وواژه . ددغه پېښې په اړوند په بلخ کې دولتى چارواکو او د ايساف ځواکونو رسمى وينا نه ده کړې . د وژنې لامل نه دى څرګند . وژل شوى کس د مزارش� �يف اوسيدنکى دى.د يادونې وړ ده چې ډيرې داسې پېښې شته چې د خبرى رسنيوتر غوږو نه رسيږي او که رسيږي هم يو څه په ځنډ سره . ",شمال کې د ايساف ځواکونويو افغان وژلۍ دى 3236,," په هلمند كي د برېتانوي سرتېرو وياند خبر وركړى چي تېره شپه يې د هلمند ولايت په سنګين ولسوالي كي له طالبانو سره په جګړه كي يو عسكر مړ او دوه نور سخت ټپيان سوي دي، له تېر كال راهيسي چي برېتانوي عسكر په هلمند كي ځاى پر ځاى سوي دي، دا لومړى ځل دى چي سرتېرى يې په جګړه كي وژل كېږي. ",هلمند كي يو برېتانوى مړ او دوه ټپيان دي 3237,," طالب جنګياليو ادعا کړې چې تيره شپه يې د هلمندولايت د سنګين ولسوالۍ د خاشرود سيمه کې د کمين په نيولو او درندې جګړې په ترځ کې لومړى د ملى اردو ١٢ تنه عسکر اووروسته ٦ تنه برتانوى عسکر وژلى دي.د طالب جنګياليو يو وياند منلې چې يوازې يو طالب په دغه جګړه کې مړ شوي دي . ائيتلافى ځواکونو يوزاې د يو برتانوي عسکر د وژلو او ٢ تنو نورو د ټپي کيدو پخلۍ کوي . سيمه کې عينى � �اهدان جګړه منى او وايى زوره وره جګړه شوې اونه پوهيږي چې دواړو لورو ته څومره مرګ او ژوبله اوښتې؟ دائيت� �افى ځواکونو يو وياند په سيمه کې ددرندې جګړى پخلۍ کوي او وايى اوس مهال سيمه کې حالات ښه شوي دي . ",هلمندکې د ١٦ بهرنيو اوکورنيوعسکرودوژلوادعا شوې 3238,," د ګرديز ښار ختيځ د احمداباد ولسوالۍ کې نن سهار د يو پله لاندې د ماين درنده چاودنه شوې چې له امله يې ٢تنه ولسى وګړىمړه ،اود يو ماشوم او يوې ميرمنې په ګډون ٦ تنه نور ټپيان شوي دي . چاودنې دوه ګاډى هم زيانمن کړي دي . پکتياکې د پوليسو مشر عبدالحنان د چاودنې پخلۍ کوي او وايى په دې اړوند يې سيمه کې پلټنې پيل کړي دي. ده وويل چاودنه د ريموټ کنترول له مخې له لرى واټن څ خه شوې ده . پکتيا کې وروستيو بريدونو او چاودنو ددغه ولايت اوسيدونکى انديشمن کړي او له دولت څخه غواړى په دې اړوند ټينګ تدابير ونيسى .همداشان غزنى ولايت د اندړ ولسوالۍ کې نن يو وسله وال په يو ټانکر چې ائيتلافى ځواکونو ته يې تيل ليږدول، بريد کړى دي چې له امله يې ټانکر سوى او چلوونکى يې وژل شوي دي . په دغه بريد کې يو بل تن ټپي شوي دي. ",پکتيااوغزنى کې چاودنې اوبريدد٣تنو ژوند واخيست 3239,,"  دبشري حقونو كميسيون په افغانستان کي د ماشومانو په حال انديښمن دي دبشري حقونو دخپلواكه كميسيون په څيړنيزه راپور كې � �اغلي چې په هيواد کې سلګونه زره ماشومان له ستر ناورين سره مخ دي او له دولته يې غوښتي پدې اړه ګامونه پورته كړي كه نه نو ددغو ماشومانو راتلونكې له ستر خطر سره مخ ده. ددغه كميسيون يوې غړې هنګامه انوري تيره ورځ خبريالانو ته وويل چې ٩٦ په سلو كې ماشومان له اقتصادي ستونزو سختو كارونو ته مخه كړې او تر ډيره بريده سخت اوستونزمن كارونه پرمخ بيايي. نوموړې دا هم وويل چې دماشومانو لپاره كوم ځانګړی قانون نشته چې دماشوم دكار ډول وټاكي. ",دبشري حقونو کميسون دافغاني ماشومانو ستونزي 3240,," امنيتى چارواکو نن له غرمې مخکى د کابل ښار په ٧ ناحيه کې حبيبيې ليسې ته څيرمه له يو کور څخه داسى وسايل چې د نړيوالو ټيلفونى خبرو په غلا کې ورڅخه کار اخيستل کيده ، ضبط او تر لاسه کړي دي . ددغه نړيوالو ټيلفونى خبرو د غلا په تور ٣ تنه هم نيول شوي دي او له دفتر څخه � �وى ديش، کمپيوټرونه او يو شمير نور مخابراتى وسايل او د ثبت کتابونه او اسناد د پوليسو لاس ته ورغلى دي . د م خابراتو وزارت تخنيکىمرستيال انجينير بريالى له غرمې ورسته خبرې ناسته کې دپېښې پخلۍ وکړ او د اوښتې زيان په هکله يې وويل ، چې څيړنې به وښيى چې افغان بيسم او روشن ته څومره زيان رسيدلى دى.د افغان بيسيم مرستيال چې ددغو کسانو او دفتر په ګوته کول ،خپل نوښت بولى د نوموړى دفتر دمشر مسعود شريف په نام ياد کړ چې د کابل په کارته پ� �وان کې ژوند کوي . ده وويل چې تر لاسه شوى شواهد ښيى چې دغه شرکت له پاکستان سره تړاو لري .يو امنيتى چارواکى بينواه ته وويل چې نيول شوي کسان افغانان دي . ",د نړيوالې مخابراتى غلاوسايل ضبط شوي 3241,سروري," دټولو افغانانو له پاره د ډېري سر لوړۍ او وياړ خبره ده چي نوموړى  حبيب الهى په دغه سيالۍ کي چي د (٥٥) پنځه پنځوسو هېوادونو د زده کوونکو تر منځ سوې وه لومړى ځاى وګاټه او دسرو زرو مډال يې دخپل هېواد په نامه ورسره راوړ.       د ٢٠٠٦ کال د مې په م ياشت کي د قزاکستان په الماتا ښار کي د رياضي په نړيواله سيالۍ کي زموږ د ګران هېواد افغانستان دوو تکړه زده کوونکو ګډون کړى و ، چي د پروژې مشر يا اصلى غړى دکندهار د افغان – ترک دعالي ليسې خورا غښتلى او پوه زده کوونکى ښاغلى حبيب الهى و .      دټولو افغانانو له پاره د ډېري سر لوړۍ او وياړ خبره ده چي نوم وړى  حبيب الهى په دغه سيالۍ کي چي د (٥٥) پنځه پنځوسو هېوادونو د زده کوونکو تر منځ سوې وه لومړى ځاى وګاټه او دسرو زرو مډال يې دخپل هېواد په نامه ورسره راوړ.      دښاغلي حبيب الهى دغه برى ، ټول افغان او� �س له پاره د مبارکۍ او سر لوړۍ وړ دى ، ده ته په علمي او څېړنيزو هڅو کي له سپېڅلي او ستر څښتن څخه د نورو بريو استدعا کوو او هيله څرګند و چي دهېواد نور ځوانان به هم د ده پر پله باندي پل کښيږدي او نوي وياړونه او سر لوړۍ به راوړي . د نورو عكسونو له پاره دا ځاى كښيكاږئ",د حبيب الهي برى ، د افغانانو سر لوړى 3242,هميم جلالزی," دغه مېله چې دڅرک مدني او کو� �توري ټولنې او دلوګر دفرهنګي ټولنې په هڅو جوړه شوې وه، سنځل ګل مېله په دویم کال دخپل ډول تر ټولو ستره مېله بلل کېدای شي او نږدې دهېواد دټولو ولايتونو ليکوالانو او شاعرانو په کې ګډون کړى و. هميم جلالزی دا دویم کال دی چې په لوګر کې دشاوخوا دوه زره کسانو په ګډون دسنځل ګل دوديزه مېله جوړه شوه.دغه مېله چې دڅرک مدني او کولتوري ټولنې او دلوګر دفرهنګي ټولنې په هڅو جوړه شوې وه، سنځل ګل مېله په دویم کال دخپل ډول تر ټولو ستره مېله بلل کېدای شي او نږدې دهېواد دټولو ولايتونو ليکوالانو او شاعرانو په کې ګډون کړى و.مېلې درى برخې درلودلې چې لومړۍ دايې ويناوې ، دوهمه يې مشاعره او درېيمه يې هم ملي اتڼ ته بېله شوې وه. د برخو په منځ منځ کې د مدني ټولنې، قانون ته د درناوي او د شوراګانو د اهمیت په اړه ډرامې هم وړاندې شوې، چې مېلې ته یې تنوع او نوښت ورباښه.  مېله دقران کريم دڅو م بارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه، وروسته دلوګر ولايت مرستيال او سرپرست والي ښاغلي عبدالغياث پتنګ خپله پرانستونکې وينا وکړه او مېلمنو ته يې پکې هرکلى ووايو، نوموړي ددغې مېلې په مانيز ارزښت رڼا واچوله او داکار يې دهېواد دکولتور په ژوند، ساتنه او خونديتوب کې يو ارزښت ناک ګام وباله. نوموړي دخپلې وينا په ترڅ کې له ليکوا� �انو او شاعرانو څخه  وغوښتل چې په خپلو ليکنو او شعرونو کې د ټولنې درودنه راونغاړي او خلکو ته يې وړاندې کړي. ده له دې کار څخه دليکوالانو او شاعرانو دمانيزې دندې په توګه يادونه وکړه اوپه دې خبره يې ټنګار وکړ. دوهم وينا وال فضل الله مجددي و، هغه هم په خپل وار سره ددغسې مېلو او ناستو جوړول يوه ارزښتناکه چاره وبلله او ددغسې ناستو په دودولو يې ټنګار وکړ. دغونډې نورو يناوالو هم ددغسې غوڼدو دجوړولو او ارزښت په اړه خبرې وکړې او دا کاريې وستايه.دڅرک کولتوري او مدنې ټولنې مشر نذيراحمد نذير چې ددغې مېلې په جوړولو  او سمونچارو کې يې  ونډه درلوده وويل، چې دغه مېله يې د افغان مدني ټولنې د پيا وړتيا نوښت نومي موسسې په مالي لګښت او د � �وګر  ولايت  د چارواکوپه تخنيکي مرسته جوړه کړې وه.د هېواد نامتوڅيړنکي او ليکوال  استاد محمد � �صف  صميم چې دغې مېلې ته له پېښور څخه راغلى و، د دا ډول غونډو جوړول د خلکو تر منځ د اندونو او الواکونودلېږد � �الېږد لپاره يوه ښه لاره چاره وبلله او زياته يې کړه چې  دغه ډول غونډې کولاى شي چې دټولنې دټولو وګړو په تېره بيا دځوانانو دژوند په ټولو ډګرونو کې يو مثبت بدلون رامنځ ته کړي، نوموړي دداسې غونډو او مېلو په پراختيا باندې هم دټينګار په ترڅ کې وويل چې دهېواد په بېلابېلو ولايتونو کې بايد دا ډول غونډې جوړې او پراختيا ورکړل � �ي. په کندهار کې دبېنوا فرهنګي ټولنې مشر عبدالاحمد محمديار دسنځل ګل مېلې په اړه وويل چې دهېواد په کچه نامتو مېله وه او دخلکو تر منځ يې دداسې مېلو د دودولو په فکر باندې ټېنګار وکړ، ده وويل چې په داسې غونډو کې زموږ � �يکوالان او شاعران دنورو له تجربو او کارونو سره اشنا کېږي او دا کار دژوند په هر ډګر کې له موږ سره دپرمختګ م رسته کوي. دسينځل ګل مېلې ته په ليکوالانو او شاعرانو برسېره په سلګونه عام وګړي هم راغلي و چې ديوشمېر خلکو په وينا دا کار د داسې مېلو په دودولو او د فرهنګ په پراختيا کې ارزښتناک رول لوبولى شي.په غزني کې دلونګ کو� �تورټولنې غړي او دلونګ مجلې مرستيال اسدالله بلهار وويل چې دعامو خلکو ګډون له يوې خوا موږ ته له داسې غونډو س� �ه دخلکو لېوالتيا او دنظرونو مثبت بدلون راښيې او له بلې خوا د فرهنګ په پراختيا او دودولو کې هم لوى لاس لرلاى شي.  په غونډه کې دشاعرانو دشمېر دزياتوالي له امله يو شمېر شاعرانو ته دشعر ويلو نوبت هم ونه رسېدو او د� �مېر داډول زيات والى داسدالله بلهار په وينا فرهنګ او کولتور ته دخلکو په پاملرنه باندې دلالت کوي.د مېلې دم شاعرې دبرخې په ورستيو شېبو  کې په يو شمېر مېلمنو اودځايي ښوونځيو په ښوونکو باندې دلونګيو او بېلابېلو کتابونو او مجلو ډالۍ ووېشل شوې، چې دکتابونه مرسته دخوست ولايت دخپلواکې فرهنګي ټولنې لخوا چې شمېر يې۷٠٠ ټوکه ته رسېده  او دمجلو مرسته په کندهار کې دبېنوا فرهنګي ټولنې لخواچې شمېر ٢٠٠ته رسېده شوې وه. همداراز ځوان ف� �هنګپال محمد عارف لودين لخوا هم د بشپړ لمونځ کتاب چې په دې وروستیو کې په ښکلې بڼه چاپ شوی و د ۱۵۰ ټوکو په شمېر په غونډه کې ووېشل شو، دڅرک مدني او کولتوري ټولنې خپرونه لپه مجله هم د ۲۰۰ جلدونو په شمېر د غونډې ګډونوالو ته ورکړل شوه. په غونډه کې یو شمېر نورو فرهنګپالو هم یو زیات شمېر کتابونه ووېشل چې دا هم له کتاب سره د مینې یو ښک� �ی پیغام له ځان سره لري، چې نورو ته یې لېږدوي.دسنځل ګل مېلې ته ورته مېلې او غونډې هر کال دهېواد په يو شمېر و� �ايتونو کې تر سره کېږي خو دګډون کوونکو شمېر يې دسنځل ګل دډېرو ګډون کوونکو په وينا هومره زيات نه وي لکه سږ کال چې يې په سنځل ګل کې ګډون کړى و.سنځل ګل که څه هم عمر يې کم دى خو دګډون کوونکو هېښونکی شمېر يې ديو شمېر ليکوا� �واوشاعرانو  په خبره سړي ته دا زيرى ورکوي چې په هېواد کې له دوونيمو لسيزو جګړو، شخړو او تاوتريخوالي څخه وروسته افغاني کولتور او فرهنګ يو ځل بيا دپرمختګ په لور ګامونه اخيستل پيل کړي دي. دمېلې وروستۍ برخه ملي اتڼ ته ځانګړې شوې وه، چې پکې ځوانانو اتڼ وکړ او دمېلې په ښکلا يې نوره زياتونه وکړه. ديادونې وړده چې سينځل ګل ته و� �ته دوديزې مېلې  هرکال په ننګرهار کې د نارنج ګل، په وردګو کې دمڼې ګل، په کندهار کې دانار ګل، په زابل کې دبادام ګل  په بلخ کې دګل سرخ په نوم جوړيږي او له لېرې لېرې ځايونو څخه په کې مينه وال ګډون کوي.                             &nbs; p;                               & nbsp;                              ",سنځل ګل مېلې په لږ عمر بې سارې پراختيا ومونده 3243,,"   دامريكايي ځواكونو يوه مشر ويلي چې دغه ځواكونه دا څېړي چې ابو مصعب الزرقاوي هغه مهال چې دغو ځواكونو په نوموړي بمباري كړې وژل شوی او كه نه. په همدې مهال عيني شاهدانو ويلي چې زرقاوي تر بمبارۍ وروسته هم ژوندی وه او دامريكايانو له رارسيدو وروسته يې ژوند وركړی. ",امريكايان دزرقاوي دوژنې ډول څيړي. 3244,,"   داسرائيلو په منځنۍ برخه كې يو اور ګاډی له پټلۍ اوښتی او ويل كيږ ي چې له سلو زياتې سپرلۍ پكې ټپيان شوي. ",په اسرائيلو كې يو اورګاډی له پټلۍ اوښتی 3245,,"   ٤٠ تنه ژورنالستان له اتلسو و� �ايتونو څخه دنۍ مطبوعاتي او روزنيزې ټولنې لخوا دنوي پيل پروګرام په ماليي لګښت دډاياګ پروګرام دكارونو په اړه دروزنې لپاره بلل شوي وه او روزنه يې وليده. دروزنې پروګرام ددفاع وزارت مرستيال يوسف نورستاني او دكلتور تلونكي وزير رهين له لوري پرانستل شو او د روزنې په پروګرام كې د ايساف مطبوعاتي ډلې هم ګډون كړی وه. ",نۍ شبكې دډاياګ په اړه ژورنالستان وروزل. 3246,," د ميدان وردګو ولايت ميدان ښار ته نږدې د � �يرندل سيمه کې په يوه امنيتى پوسته تيره شپه د سپکو او درندو وسلو بريد شوى دى چې له امله يې پوسته ويجاړه شوې ده.ددغه ولايت د پوليسو مشر پاچاګل دبريد پخلۍ کوي او دا نه منى چې پوليسو ته په دغه بريد کې مرګ او ژوبله اوښتې . ",ميدان وردګ کې په امنيتې پوسته بريد شوي دي 3247,," د ملى فوځ چارواکو پخلۍ کړي دي ، چې د يو لړ تصفيوى عملياتو په ترځ کې يې ٦ تنه مخالف جنګيالي د کاپيسا د اله ساى ولسوالۍ د والى بيګ کلى کې وژلى او ٣ تنه نور يې ژوندي نيولى دي . ددغه ولايت امنيه قوماندان ويلىپه سيمه کې د ملى اردو او پوليسو عمليات ، چې د ائيت� �افى ځواکونو ملاتړ يې له ځان سره درلود په بريا تر سره شوي او ٣ تنه مخالف جنګيالى چې ټپيان شوي دي ، روغتون ته � �يږدول شوي .عملياتو ٣ ورځې دوام کړي دي. ",کاپيسا کې ٦ تنه مخالف جنګيالى وژل شوي دي 3248,," د پکتيکا ولايت مرکز شرنې ته نږدې وسله والو کسانو چې فوځى جامې يې په ځانو کې وې ، تيره شپه د يو سوادګر کوټ لوټ کړى او هر څه يې ترې نه وړي دي.د پکتيکا والى اکرم خپلواک د پېښې پخلۍ کړى او وايى پلټنې يې پيل کړي دي .همداشان يوې ډلې ټوپکيانو ددغه ولايت په سروبى ولسوالۍ کې د ټکسى م وټر يو چلونکى وژلى او موټر يې ترې نه وړى دى . ",پکتيکا غلا او وژنه تر سره شوې 3249,,"   داتل قول اردو قومندان جن� �ال رحمت الله روفي ویلي چې دوی ٣٧ تنه طالبان وژلي دا طالبان یې دکندهار په پنجوایي او دارزگان په دیهراود کې وژلي چې پکې دملا محمد عمر  اخښی ( اوښی ) هم دی. خو دطالبانو ویاند ډاکټر حنیف بیا دا ټول خبرونه دروغ بللي. ",دولت ادعا کوي چي دملا محمدعمر اخښی يې وژلی دی 3250,علي ( کابل )," څو چی مونږ ژوندي یو مخ په وړاندی به دی وړو پښتو  لاس به درنه وانخلو کو ستا په مینه مرو پښتو ستا د هر یو ټکي به یو بل سره تفرف کوو کویټه پیښور او کابل به یو کوو پښتو ",پښتو ( څلوریزه ) 3251,لعل الدین اریوبي ( کابل),"  بس هم تۀ زما جانان یې  ګرانه ډیر راباندې ګران یې د زړۀ کور کې مې ودان یې  بې لۀ تا مې بل څوک نشته  بس هم تۀ زما جانان یې  بس هم تۀ زما جانان یې  يو سا عت مې نۀ يې هير  ر ا يا د یږ ې بيخي ډ ير  تۀ او خدای يوڅل خو راشه  پۀ زړګي کې مې ارم ان يې  بس هم تۀ زما جانان یې  زړۀ مې مينه درنه غواړي  ستا پۀ مينه باندې وياړي  لږ ديدن مې زړۀ ته ورکړ ه  للمو ځمکو ته باران يې  بس هم تۀ زما جانان یې  راته خانده چې راګورې د سپږمۍ سکنۍ خورئې  ستا د سترګو بلا واخلم  ښا پرۍ د بدخشان يې  بس هم تۀ زما جانان یې  زړۀ مې غواړي چې دې ښکل کړم خو نو څنګه به دې خپل کړم ر سيدۀ و تا ته ګران دي  زۀ پۀ ځمکه تۀ اسمان يې  بس هم تۀ زما جانان یې  ا ننګي دې سرۀ ګلونۀ نرۍ سرې شونډې اورونه  سپين رخسار دې سپينه واوره پۀ هر لوړ قيمت ارزان يې  بس هم تۀ زما جانان یې  ستا سپين مخ لکه کتاب دی زۀ يې لولمه ثواب دی  ستا کو څه زما کعبه ده او تۀ خوږ لکه ايمان يې  بس هم تۀ زما جانان یې  ستا غمونو يې زړۀ شين کړو ليونی دې ( لعل الد ين )کړو ورشه غيږ د مينې ورکړه تۀ يې درد لره درمان يې  بس هم تۀ زما جانان یې بس هم تۀ زما جانان یې   ",بس هم تۀ زما جانان یې 3252," غلام جيلانى ځواك","  غلام جيلانى ځواك هره جګړه دوه اړخه لري يو پوځي اړخ وي اوبل سياسي اړخ. د سپتامبر د يوولسمي نيټې نه وروسته د ترهګرۍ په وړاندي چي كومه جګړه په افغانستان كي روانه ده په هغه كي د امريكا په مشرۍ ائتلاف د جګړې پوځي اړخ ته څه ناڅه پام كړى او په دې اړه د پام وړ برياليتوبونه هم ترلاسه شوي، ډير شمير ترهګر په دې جګړو كي وژل شوي او يا هم نيول شوي، همدا اوس ناڼو ژمنه كړې چي په افغانستان كي د خپلو پوځونو شمير ه دوه برابره كړي، د ناټو مشر ويلي دي چي افغانستان زموږ يو اوږد مهاله ژمنه ده خو ښكاري داسي چي د جګړې سياسي اړخ ته څومره چي په كار ده دومره پاملرنه نه ده شوې او ياهم شايد د امريكا په مشرۍ ائتلاف او ناټو په افغانستان كي د ترهګرۍ او طالبانو په وړاندي د جګړې دسياسي اړخ په اړه سم او روغ تحليل په لاس كي نلري. او همدا خبره ده چي دا څلورنيم كاله كيږي د طالبانو واكمنۍ ته د پاى ټكى ايښودل شوى خو طالبان او القاعده د دې پرځاى چي بايد په دې موده كي بالكل له منځه تللي واى، په تيرو څو مياشتو كي يې ترهګريزه فعاليتونه، نه يواځي دا چي ډير شوي بلكې منظم شوي او پياوړي شوي هم دي.د افغانستان يوه ستره بدمرغى داده چي غرب او امريكا تل افغانستان د پاكستان په سترګو كتلئ، په لويديځ كي افغانستان په لومړي ځل د انګليسي استعمار لخوا غربي نړۍ ته معرفي شو او په نړۍ كي د افغانستان په هكله د مالوماتو يواځينۍ سرچينه د ب� �تانيې امپراتوري وه چي درې ځله يې پر افغانستان بريد وكړ او درې واړه ځله د سختي ماتي سره مخ شوه، سيمي نه د ب� �تانيې له وتلو وروسته پاكستان د داسي يوهيواد په توګه چي د انګيسي استعمار له بطن نه زيږيدلى د افغانستان په هكله د انګليسانو دنده په خپله غاړه واخسته او له همدى امله ښايي غربي ټولنه اوامريكا د افغانستان د حالاتو او ټولنيزي سايكالوژي په هكله چي په ټولينزو كړكيچونو كي ستر اهميت لري سم انځور ونلري، بلكې دوى سره هغه انځور دى چي پاكستان يې وړاندي كوي.په افغانستا ن كي جګړه او ترهګرۍ سره لدې چي دنړيوال ترهګريزبهير يوه برخه ده خو بياهم په افغانستان كي جګړه په نورو هيوادو كي د ترهګريزو فعاليتونو سره توپير لري په حقيقت كي دا جګړه چي له فلسطين او عراق نه نيولې ترافريقا، هند، افغانستان او ترماليزيا پوري غزيدلې ، په هرځاى كي د سيمه ييزو ش� �ايطو، هلته د شتو تضادونو، قومي او مذهبي كړكيچونو او نورو عواملو له كبله څرنګوالي يې له نورو سيمو سره توپير پيداكړي، او په همدې خاطر د ترهګرۍ سره د جګړۍ سياسي اړخ بايد د سيمه ييزو شرايطو په پام كي نيولو سره عيار شي. د مثال په توګه همدا سيمه ييز توپيرونه وو چي د مصعب زرقاوي او ايمن الظواهري ترمنځ يې اختلافات را وزيږول. ښايي د شيعه او سني ډلو ترمنځ اختلافات به د ايمن الظواهرى په لومړيتوبونو كي نه وو شامل خو زرقاوي ته لكه څرنګه چې د امريكا په مشرۍ د ائتلاف پرضد جګړه اړينه بريښيدله همدومره ورته په عراق كي دشيعه ډلو برلاسي هم دمنلو وړ نه وو.په افغانستان كي جګړه هم بايد دافغانستان د ځانګړيو شرايطو په دايره كي وڅيړل شي او دهمدى شرايطو پربنسټ بايد د ترهګرو او طالبانو په وړاندي پوځي او سياسي اقدامات ترسره شي. په افغانستان كي د ترهګرۍ په وړاندي جګړه كي دپاكستان رول خورا مهم دى، د ډيورنډ دكرښى د لانجې له امله پاكستان تل هڅه كړې چي افغانستان كمزورى وساتي، پر افغانستان د روس يرغل او د مجاهدينو په لاس د روسيي ماتي پاكستان دې ته وهڅاوه چي په افغانستان كي د يو دوست حكومت په نامه دلته يوتحت الحمايه اداره جوړه كړي، د مجاهدينو ترمنځ د واك پرسر خونړيو جګړو او د ټوپك سالارانو لخوا د خلكو د ژوند، مال او ناموس نه خونديتوب پاكستان ته دا فرصت په لاس وركړ چي وكولاى شي په افغانستان كي د خپل تحت الحمايه دولت جوړولو لپاره د طالبانو پروژه په برياليتوب پلې كړي.د سپتامبر د يوولسمى پيښي نه وروسته پاكستان د نړيوال فشار له امله دې ته اړ شو چى په ښكاره د طالبانو ملاتړ نه � �اس واخلي او دترهګرۍ په وړاندي جګړه كي برخه واخلي، خو په حقيقت كي پاكستان بله پاليسى غوره كړه او په پټه يې د طالبانو ملاتړ ته ادامه وركړه، همدا اوس هم د پاكستان په پوځي كمپونو كي طالبان روزل كيږي او د ترهګريزه فعاليتونو لپاره افغانستان ته ليږل كيږي.يو شمير كړي داسي وايې چي ګواكي دا د پاكستان حكومت ندی چي له طا� �بانو او القاعده څخه ملاتړ كوي بلكې د پاكستان د استخباراتو يو شمير كړۍ او د پاكستان ځيني مذهبي سياسي ډلي دي چي دا كار كوي. د القاعده په هكله دا خبره تريو حده كيداى شي چي سمه وي، ممكن د پاكستان د دولت په سياسي او استخباراتي ارګانونو كي په دې هكله دوه نظرونه موجود وي، خو د طالبانو په هكله دا خبره بالكل ناسمه ده، د طا� �بانو د ملاتړ په هكله دپاكستان دولت، پوځ، استخبارات اوعمده مذهبي ډلي يوه خوله دي او هغه دا چي هغوى په هره بيه د طا لبانو ملاتړ ته ادامه وركوي. پاكستان اوس د طالبانو دملاتړ په اړه د امريكا د اوغربي نړۍ مخالفت ته هم په دومره اهميت ندى قايل، بې له هغې هم هند سره د امريكا د نوي سياسي اړيكو نه وروسته پاكستان غواړي د امريكا پرځاې د چين او روسيې سره خپلو اړيكو ته پراختيا وركړي او د هغوى ملاتړ ترلاسه كړي.نواوس افغانستان په حقيقت كې د پاكستان سره د جګړى په حال كي دى، په عين حال كي د افغانستان پرضد جګړه اوس د نړيوالي ټولني پرضد د جګړې م انا هم لري نو په افغانستان كي دائتلاف ځواكونه په حقيقت كي د د پاكستان د بريدونو لاندي دي او دا هغه حقيقت دى چۍ امريكا او ناټو دواړه ورته سمه پاملرنه نه كوي او د افغانستان جګړه يواځي دالقاعده پرخلاف يوه جګړه ګڼي. ا� �بته القاعده هم په دې جګړه كي شريكه ده ا و همدا لامل دى چي پاكستان د طالبانو په خوا كي د القاعده پرضد هم � �ښتيني ګامونه نه پورته كوي، نو دلته القاعده او پاكستان د يوسكې د دوه مخونو حيثيت ځانله غوره كوي. په داسي ح ال كي چي د امريكا او ناټو چلند د پاكستان په وړاندي بيل دى او په افغانستان كي دترهګرو په وړاندي بيل دى او همدا د ترهګرۍ په وړاندي د امريكا او ناټو ترټولو ستره غلطي ده، پاكستان پخپله يو ترهګر هيواد دى او بايد پاكستان سره هم همداسي يوچلند وشي لكه څرنګه چې نورو ترهګرو سره كيږي، پاكستان په ډير برياليتوب د نړي په ست� �ګو كي خاوري شيندي او داسي ښكاره كوي چې ګواګي د ترهګرۍ او بنست پالني په وړاندي په جګړه اخته دى، حال دادى چي پاكستان دترهګرو په ملاتړ د افغانستان او په دې توګه د نړيوال ائتلاف پرضد په جګړه اخته دى. پاكستان د القاعدې او طالبانو يو كوربه هيواد دى، هغوى په پاكستان كي په ډاډه زړه خپل فعاليتونه ته ادامه وركوي،القاعده او طا� �بان په پاكستان كې څومره او په كومه كچه ملاتړ لرى راځئ يو څو بيلګې يې وګورئ.۱- د ناپيلى هيوادو د ماليزيا په غونډه كي د پاكستان استازي د افغانستان دهغه وړانديز مخه ونيوله چي دهغې پربنسټ د دې كانفرانس غړو هيوادو كي طالبانو ته د پناه وركولو او د هغوى د نه ژغورلو غوښتنه يې كوله، د افغانستان دې وړانديز سره مخالفت پخپله له طالبانو او ترهګرو نه د ملاتړ په مانا دى.۲ -د پاكستان په پارلمان كې د متحده مجلس عمل يو غړي مولانا عطاال� �حمن په ډاګه وويل چې موږ د طالبانو د حكومت څخه ملاتړ كاوه او اوس به هم خپل دې ملاتړ ته ادامه وركړو. همدارنګه د پاكستان په پارلمان كې متحده مجلس عمل چې د پښتونخواه ايالتي حكومت يې په لاس كي دى، په بلوچستان كې په واك كي شريك دي د پاكستان په مركزي پارلمان كې د زرقاوي د فاتحې اخستلو غوښته وكړه. ددې خبري ساده مطلب دادى چي متحده مجلس عمل چي د پرويز مشرف يو سياسي متحد دى د القاعده او زرقاوي سره نه يواځي دا چي خواخوږي لري بلكې دهغوى كړني هم د متحده مجلس عمل د تائيد وړ دي. نو هغه څو ك چې په ښكاره د القاعده د ملاتړ اعلان كوي آيا هغه ډله به د القاعده په ترهګريزه فعاليتونو كي ورسره همكاره نه وي.سيد عزيزالله يو پاكستاني ترهګرۍ څه موده وړاندي په افغانستان كي د يو جګړې پرمهال و وژل شو ، دهغه د تدفين په مراسمو كي د بلوچستان د ايالتي حكومت يوشمير غړو، نه يواځي داچي ګدون وكړ بلكي هغه يې د يو شهيد په توګه وستايه او اوس هم د يوې مذهبي ډلي جنډه دهغه پرقبر رپيږ ي.د ترهګرو او طالبانو څخه د پاكستان د حكومت، پوځي استخباراتو او مذهبي ډلو ملاتړ اوس څه پټه خبره نده، خو د پاكستان په وړاندي د ناتو او امريكا چلند سخت حيرانوونكى او ناڅرګند دى. په سيمه كې د ترهګرى سرچينه پاكستان دى، ترڅو چې په پاكستان كې دننه ترهګرى او بنسټ پالنه چې دپاكستان د حكومت او پوځ له ملاتړ نه هم برخم نه ده، له منځه لاړه نشى يواځي په افغانستان كې د پوځي عملياتو له لارى د ترهګرى له منځه وړل ناشونى ښكارى، پاكستان غواړى د ترهګري پرضد جګړه دومره اوږده شى چى بالاخره ناتو او امريكا دلته ستړي او له سيمى نه وتو ته چمتو شي ترڅو پاكستان بيا وكولاى شي خپل نميګړي پروګرامونه تكميل كړي. امريكا او ناتو بايد د پاكستان سره هم داسى چلند وكړي لكه څرنګه چې يو ترهګر هيواد سره ښايى، د پاكستان په وړاندى د امريكا او ناتو كمزورى موقف دلته د ترهګرى د لاپياوړتيا لامل شوې او د خلكو په ذهنونو كې يې دا سوال پيدا كړى چى ايا امريكا په رښتيا هم په دى نپوهيږى چې پاكستان يو ترهګر هيواد دى اوكه د پردى شاته كومه بله خبره وجود لري.د پاكستان په وړاندى د ائت� �اف كمزور موقف په خوا كې دلته په افغانستان كې هم د ترهګري پرضد د ائتلاف په جګړه كې يو څه كمزورتياوى شته ، بايد هڅه وشې چې زر ترزره دافغانستان ملى اردو او ملى پوليس په يو پياوړي اود باور وړ ځواك واوړي ترڅو وكولاى شي د ت� �هګرو او طالبانومخه ونيسي، همدا رنګه د ترهګري پرضد د عملياتو په ترڅ كې د ناتو او امريكايي ځواكونو لخواد دملكې وګړو وژل كيدل او د پلټنو په بهير كې د افغاني دود او كلتور نه مراعاتول هم لامل كيږي چى د امريكا په وړاندى د خلكو ترمنځ كركه وزيږيږي، هم د افغانستان حكومت او هم نړيواله ټولنه بايد د افغانستان دخلكو بيا په تيره د پاكستان سره په كرښه پرتو سيمو كې د خلكو د نا خوښى لاملونه ولټوى او دهغى په لمنځه وړلو كې دې پراخ ګام ونه واخلي، كه يو خوا دافغانستان په وړاندي د پاكستان لاس خلاص پريښودل شي اوله بلى خوا په خلكو كې هم ناخوښى راپيدا شي نو ښكاره ده چې دترهګري پرضد جګړه به له ډيرو جدي ستونزو سره مخ شي.   ",د ترهګرۍ په وړاندى جګړه كې د ائتلاف نيمګړتياوى 3253,," د بدخشان د جرم ولسوالۍکې د پوليسو او دهقانانو ترمينځ نيښته کې ١ تن بزګر مړ او د ٢ تنو پوليسو په ګډون ٤ تنه نور ټپيان شوي .نيښته هغه مهال رامينځ ته شوې چې پوليس په دغه سيمه کې د کوکنار د کښت په له مينځه وړو لګياوو . د جرم ولسوال سيد معصوم بدخشانى پوليس ګرم ګڼى او وايى د علما د شورا او د ولسوالۍ له خبرتيا او سلاپرته يې په خپل سر د کوکنارو د کر اړول پيل کړى وو. ده وويل ٣ تنه بزګر يې د پېښې په اړوند بنديان کړي دي. ",بدخشان کې ١ تن مړ او ٤ تنه ټپيان شوي 3254,,"   نن سهار وختي دکابل ښار شمال خیرخانې کوتل کې دامریکایي سرتیرو کاروان چې په لار تیریده دیوه موټر سایکل چلونکی یې وواژه او دا � �ول دامریکایي سرتیرو ټیلر موټر په یوه کور ور ولید چې دبل تن دټپي کیدو لامل شو. سیمه کې په لسگونو تنه دملي امنیت او پولیس خواره شوي خبریالانو ته یې نه پریښودل چې له سیمې معلومات ورکړي تردې چې ځينې خبریالان ووهل شول. په همدې سیمه کې دامریکایي سرتیرو موټرو یو ځل مخکې هم ورته کړمه ترسره کړې وه چې بیا ترې ستره بلوا جوړه شوه. ",یو ځل بیا دخیرخانې په کوتل کې امریکایي موټر ټکر وکړ. 3255,,"   افغان ولسمشر کرزي تیره ورځ دختیځ و� �ایتونو له سپین روبو سره په کتنه کې هغه خبرونه چې په غربي مطبوعاتو کې راغلي وه چې گوندې ولسمشر په پام کې لري له پاکستان سره په پوله ملیشه یي ځواک جوړ کړي رد کړل او دا یې وویل چې په پام کې لري دولسوالیو له خلکو یو � �ول قوت رامنځته کړي ترڅو له بل لوري دتخریبانه کړنو دترسره کوونکو مخه ونیسي. ولسمشر کرزي دا خبره کنړ ته په سفر کې کړې وه. ",ولسمشر: زه نه غواړم ملیشه جوړه کړم. 3256,سروري,"    تاريخ طبري د اسلامي دورې يو ډېر مهم او دروند اثر دی چي د محمد بن جرير طبري له خوا په دوهمه هجري پيړۍ کي په عربى ژبه ليکل سوى دى ، بيا وروسته د نړۍ په بيلابيلو ژبو ژباړل سوى دى ، د دې اثر د اهميت په سبب دکندهار ښار يو ځوان ښاغلي عبدالکبير هوډ کړی دی  چي نوموړى تاريخ په پښتو ژبه و ژباړى د ژباړي دکار دپيلامې په توګه نوموړي ځوان دطبري تاريخ لومړى ټوک بشپړ کړى دى او د علامه رشاد اکاډيمۍ ته يې د نظر غوښتلو له پاره سپارلى دى .دښاغلي عبدالکبير دغه ستر، ستونزمن اوگټور کار دستايني او پوره پاملرني وړ دى د ژباړي په برخه کي ښاغلي عبدالکبير مدعي دى چي د پوره تجربې څښتن نه يم که د تاريخ او ژباړي په برخو کي دهېواد مجرب ، تکړه او درانه استادان ښاغلي عبدالکبيرته دنظر په توګه څه ولري او ورسره شريک يې کړي دا ستونزمن او ګران کار به ورته تر يوح ده پوري آسانه سوې وي او د ده  او نورو ځوانانو په هڅونه کي به ګتور ګام وي . دښاغلي عبدالکبير پته :د ګرځنده تليفون شمېره : 0799448011دبرېښناليک پته : kabir777_abdul@yahoo.cm دکار پته : دسره صليب نړيواله کميټه ، کندهار ښا� � ",پښتو ژبې ته د( تاريخ طبري) دژباړونکي خبرتيا 3257,,"   دائتلافي ځواكونو خبرپاڼه كاږي چې تيره شپه دكندهار دزيړۍ په ولسوالۍ ددغو ځواكونو په نښته كې چې له طالبانو سره يې لرله دوه كاناډايي سرتيري ټپيان شوي او ددرملنې لپاره هوايي ډګر ته يووړل شوي. ",كندهار كې دوه كاناډايي سرتيري ټپيان شوي. 3258,,"   دبدخشان والي منشي مجيد خبري رسنيو ته ويلي چې نن سهار دبدخشان په مركز فيض اباد راكيټي بريد شوی چې لامله يې څه مرګ ژوبله نده رامخ ته كړې. ",دبدخشان په مركز راكټي بريد شوی. 3259,,"   دغزني امنيه قومندان تفسير  خبري رسنيو ته ويلي چې د واغز داستخباراتو مدير تيره ورځ دنامعلومو وسلوالو په ډز وژل شوی نوموړي ويلي دپيښې په اړه پلټنې روانې دي. ",په غزني كې دملي امنيت يو مشر وژل شوی. 3260,,"   تيره ورځ دامريكې دمتحدو ايالاتو كابل كې سفير رونالډ نيومن خبري ناستې ته وويل چې دافغانستان په سويل كې دامريكايي ځواكونو پرځای دناټو دځواكونو ورتګ ددې مانا نلري چې هيواد يې له طالبانو سره نوره جګړه نه كوي نوموړي ومنله چې دافغانستان په سويل كې ناامني ورځ په ورځ ډيرېدونكې ده. ",دامريكې سفير وايي له طالبانو سره جګړه نه پرېږدو. 3261,,"   ګڼ شمير خبريالان نن دخيرخانې كوتل ته چې دكابل په شمال كې پرته سيمه ده ددې لپاره چې دامريكايي موټر دټكر كره معلومات دخلكو غوږونو ته ورسوي ورغ� �ي وه. دملي امنيت بې شميره كاركونكو سيمه په ولكه كې درلوده دوی خبريالانو ته اجازه نه وركوله چې د موټر داوښتلو تصوير واخلي او ان تر دې چې د رويترز عكاس يې وواهه. دازادۍ راډيو له خبريالې يې د ثبت ټيپ وا خيست داريانا تلويزيون خبريال يې دڅو ساعتونو لپاره په نظر بند كې ساتلی وه ټول خبريالان يې څارل. دالمان غږ � �اډيو خبريال احساس بېنوا ته وويل چې دا لومړی وار ندی چې له خبريالانو سره كيږي پخوا تر دې هم ورته عمل ورسره � �وی دبينوا خبريال هم سيمه ته ورغلی وه خو د خبر جوړولو لپاره هيڅ ډول معلومات تر ګوتو نه كيدل. په پای كې دملي امنيت يو مشر دخبريالانو خواته راغی او له ټولو خبريالانو يې وغوښتل چې سيمه پريږدي او له خبر لاس واخلي. دوی دا هم ويل چې له داسې مسايلو بايد خلك خبر نشي ځكه ښايي كومه بله بلوا رامخ ته نشي. ",له خبريالانو سره نن بيا بد چلند وشو. 3262,," را روانه پنجشنبه په چين هيواد كي د شنګهاى سازمان هيوادونه غونډه كوي، چي د افغانستان ولسمشر حامدكرزى هم د ګډون لپاره بلل سوى دى، نوموړى به هلته د ليدونكي په توګه ګډون كوي، د افغانستان ترڅنګ د اېران او پاكستان هيوادونومشران هم د ناظرينو په توګه بلل سوي دي، د چين د باندنيو چارووزير ويلي چي دا غونډه د چين لپاره د روان كال تر ټولو ستره ډيپلوماتيكه لاسته راوړنه ده. ويل كېږي چي د شنګهاى په غونډه كي به د نشيي توكو سره د مبارزې پر لارو چارو او د اېران پر اټومي لانجه بحث وسي. ", ولسمشر كرزى د شنګهاى سازمان په غونډه كي ګډون كوي 3263,," د فراه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې پنځوس تنه ملکي وګړي وسله وال شوي دي ،د فراه ولايت د مسوولينو په خبره دغه کسان له دې امله وسله وال شوي چې په سيمه کې امنيتي ناکراريو زور اخېستئ دى ،دغه راز د دوشنبې په ورځ د پکتيا ،پکتيکا او خوست ولايت څخه راغلو يو شمېر مخورو م جاهدينو د يوې خبري ناستې پر مهال وويل چې ولسمشر کرزي دوى ته ددې اجازه ورکړې چې ملکي وګړي د په يو شمېر سيموکې وسله وال شي تر څو خپلې سيمې وساتي ،بل لورى د کرزي وياند د سې شنبې په ورځ د خبري ناستې پرمهال دا خبرې په کلکه رد کړې او ويې ويل چې ولسمشر هېڅ د قومي ملېشو پلوى نه دى . ",فراه کې ملکي خلک وسله وال شول 3264,," د دوشنبې په ورځ د افغان ولسمشر حامد کرزي په م� �رۍ د وزيرانو شورا په اونيزه او نوبتي غونډه کې د ولسمشرحامد کرزي له خوا د کابينې پر ټولو غړو غږ  وشو چې په دولتي ادارو کې د د رشوت او اداري فساد مخه ونيول شي، کرزي وويل چې په دولتي اداروکې رشوت او اداري فساد زور اخېستئ او زر تر زره يې بايد د حل لاره ولټول شي ،ولسمشر دا هم وويل که په هره دولتي اداره کې رشوت اخېستونکى وپېژندل شو ،پېژندونکى به يې وستايو او رشوت اخېستونکى به يې د رسنيو له لارې په تور مخ ملت ته ور وپېژنو .  ",کرزى : وزيرانو اداري فساد له منځه يوسئ! 3265,," د ترانسپورت وزارت سرپرست عنايت الله قاسمي له خپلې دندې استعفا کړې ده ، د ښاغلي قاسمي د استعفا تر منل کېدو وروسته نوموړى سم د لاسه د ولسمشر � �ه خوا په نړيوالو چارو کې د ولسمشر د سلاکار وزير په توګه ټاکل شوى دى ،د چارو د ادارې د ريس ډاکټر غلام فاروق وردګ په خبره د ښاغلي قاسمي په ځاى د ترانسپورت وزارت مرستيال راز محمد علمي د نوموړي وزارت د سرپر ست په توګه و ټاکل شو . ",د ترانسپورت وزارت سرپرست قاسمي ګټوره استعفا وکړه 3266,," د امريکې د متحده ايالاتو ولسمشر جورج ډبليو بوش نن په يوه ناڅاپي سفر د عراق پلازمينې بغداد ته ورسېد ،نوموړي د عراق له لومړي وزير نوري المالکي سره ليد� �ي دي ،د بوش دغه سفر عراق ته په داسې حال کې ترسره کېږي چې نن د کرکوک په ښار کې د څو پرله پسې چاودنو له امله لږ تر لږه پنځه لس تنه وژل شوي دي ، او په لسګونو نور ټپيان شوي دي .   ", جورج ډبليو بوش ناڅاپه عراق ته ورسېد 3267,," د انګلستان د دفاع وزير ديز براون  نن افغانستان ته په يوه دوه ورځني سفر ورسېد ، نوموړي لومړى په هلمند ولايت کې خپل برتانوي سرتېري وليدل وروسته پلازمينې کابل ته لاړ او له خپل سيال ستر جنرال عبدالرحيم وردګ سره يې وليدل ټاکل شوې ده چې د افغانستان او انګلستان د دفاع دواړه وزيران به ددغه سفر په اړه په يوه خبري ناسته کې خبريالانو ته مالومات و� �کړي .  ",د انګلستان د دفاع وزير افغانستان ته راغى . 3268,عزت الله پيژاند_کابل,"      له انګليسي ادب څخه ژباړه   ډېر کلونه وړاندې، کله چې کوچنی وم د مورکۍ د سترګو تور د زړه غمی وم زما مور فقط يوه سترګه لر� �ه په همدې خاطر مې کرکه ترې کوله  هغه زموږ په ښوونځي کې وه مزدوره  زما د نس لپاره دې کار ته مجبوره يوه ورځ راغله زما د ټولګي خواته ويې وايه سلام په مينه مينه ماته د هغې په دغه کار ډېر آزورده شوم په ټولګي کې تر همزولو شرمنده شوم ورو مې وويل، څه به وشي که وژاړم؟ ځان مې واچاوه نا پامه او ترې ولاړم په دا بله ورځ همزو لي را کتله ” د يو سترګې زو (1) “ بس دغه يې ويله له دې وروسته ماغوښتل چې مور مې مړه شي د همېش لپاره ختمه دا کيسه شي يوه ورځ له ښوونځي راغلمه کور ته له نژدې مې دا خبره وکړه مور ته: ” په ټولګي کې دې د ټولو د خندا کړم مړه شې! ولې دې همزولو ته � �سوا کړم؟“ مور مې ورو په يوه سترګه راکتله زما و سوال ته يې هيڅ هم ونه ويله بيا مې څو داسې خبرې ورته وکړې چې په زړه کې مې وې  ټولې مې پر خوله کړې د مورکۍ په احساساتو هيڅ پوه نشوم د غوسې له لاسه سور پر تناره شوم له دې وروسته مې غوښتل چې کور کې نه يم د ادې له څنګه بل چېري بيده يم تل به بوخت وم په خورا سختو لوستلو  يوه ورځ مې پچه وختل د تللو د تحصيل لپاره ولاړم سينګاپور ته له تيارې څخه راووتمه نور ته څو کلونه وروسته کور او ماشومان شول په بورجل کې مې پيدا  څ و کوچنيان شول ژوند مې ښه، ورځې مې ښې او شپې مې ښې وې د خپل بال و بچ تر څنګ شېبې مې ښې وې يوه ورځ مې م ورکۍ راغله و ليدو ته د خپل زړه او خپل خاطر ارامېدو ته له کلونو پس يې بيا زه وليدمه خدای خبر چې به يې څونده ياديدمه ماشومانو چې دا کله وليدله له ړندې سترګې يې ډېر وډاريدله دا ولاړه وه تر وره ما پر ناره کړه يوې سترګې يې بيا زما غوسه تازه کړه: اوس بيا غواړې چې زما وکور ته راشې؟ ماشومانو ته د ډار توره بلا شې؟ دلته مه راځه ورځه الله دې مل شه بيرته وګرځه ايرې، خاورې دې پل � �ه ”بخښه غواړم ورکه کړې مې ده پته“ دا يې وويل او ولاړه بې منته يوه ورځ راته ليک راغی د همزو� �و زه يې غوښتی خپل ديدن ته وم په ټولو په درواغو و مېرمنې ته مې سر شوم په بانه د تجارت کور نه بهر شوم له همزولو وروسته ولاړمه تر کلي چې خبر شم څوک دې پاته او څوک تللي ګاونډيو مې ول(2) م ور خواره دې مړه شوه ستا په ياد، ستا په اميد يوه ناره شوه دې خبر سره مې هيڅ ونه ويله نه دردم ند شوم، نه مې نوکي(3) وژړله ګاونډيانو وروسته ليک راکړ په لاس کې پيل شوی و په دې ډول سپاس کې: ”ګرانه زويه همېشه راباندې ګران يې زما زړه، زما لېمه زما ارمان يې بخښه غواړمه چې درغلم ستا کور ته يو ځل بيا شومه پلمه ستا و پېغور ته په راتګ دې وخپل کلي ته يم خوښه يې زما د زړه ټوټه، د س� �ور نښه خو الله خبر چې تا به ووينمه ته راځې زه د مرګي سلګۍ وهمه متاسفه يم چې ستا تېر ماشومتوب کې درته کرکه او نفرت وم وړکتوب کې ته پوهېږې چې تا ولې لرل کرکه وې پر ما باندې ډېر ګران زويکه، ځکه يوه ورځ تا ددې کلي دې کوڅه کې ورله لاسه کړله سترګه حادثه کې ما زغملای نشو دا چې ووينمه ته يوه، او زه دې غبرګې ولرمه په اخلاص مې تاته خپله سترګه درکړه ستا له زړه مې غونډ غمونه � �ابهر کړه چې ته وينې دا نړۍ زما په لېمه کې زه خوشاله يم په تن، روح او په زړه کې. “   20_غبرګولی_85ل. درېيمه کارته، کابل _________________________ (1) زو= زويه           (کندهاری ګړدود) (2) ول= وي� �               \\         \\ (3) نوکي= لږ، څه، کم  \\         \\ ",يوه سترګه (د مور د ورځې په وياړ) 3269,انجينير سيد عبدالقادر," په افغانستان کی دامریکاواکداران غواړی چه یوه مصنوعی طبقه  جوړه اودهغي دلياری څخه د دولت څ� �خ په خپل لاس  کی ونیسی انجينير سيد عبدالقادر که مو ږ دخپل    ګران هیو ادافغا نستا ن دځو � �سیز وتیرودولتو نوته ېعنی تر ١٩٩٢ کا ل پوری یو نظر واچووپه ښکا ره ډول معلو میږ   ې چه د ی دو لتو نو دخپلو% ٩٥ نا داروخلګو دښه ژوند ددجوړیدوپه نیت په اقتصا دی ستراتیژ ی کی ددولتی سکتور ودی اوانکشا ف ته دلم ړ ی توب حق ورکړ ی ؤو اوپد ی لیاره کی يي دخپلو خلګوپه ګټه ډیر ستر قد مونه اخستی و ه ځکه دادولتونه عملا دی  نتیجی ته رسید لی وه چه ددر یمی نړی هیوادونه تنها ددولتی سکتور دسالمی ودی اوانکشاف دلیار ی کولی سی چه دخپلو% ٩٥ ناداروخلګودژونداقتصادی سطحه لوړه اودهغوی دبیکاری اوبیکوری مشکلا ت حل اودښه ژوندامکانات ورته برابرکړی ولی دی دولتونوپه ځینوخاصوتولیدې، اقتصادی او تجارتی ساحوکی خصوصی سکتورونه ددولتی کریدیت ترو� �کولوپوری تشویقول چه په دی لیاره کی دولت دخلګوډیر رضایت ترلا سه کړیوو، ولی په نوروانکشافی لویواقتصادی تولیدی پروژوکی وخاریجی پانګوالوته تر%٤٩ ونډی اچولوپوری شرایط مساعدکړیوه اوترهغه ډیره يئ نه خارجی پانګوالو ته اونه هم داخلی سرمایدارانوته اجازه ورکول داځکه دولت په خپله٪٥١ونډه په دی پروژوکی اخیستله یعنی% ٥١ګټه  باید دمملکت عامه شتمنی ته تللیوای ددی سالم اقتصادی رشداوسالمی اقتصادی ستراتیژی له کبله دبډایواوناداروخلګوترمنځ داقتصادی فاصلی تفاوت مخ پرلږ یدوؤواوهم بایدوویل سی چه ددولتی اوخصوصی سکتو� �ونوترمنځ سالم اقتصادی رقابت هم خلګوته ا قتصادی اسانتیاوی داجناسوپه قیمتونوکی برابرولی چه ددی کبله دخلګورضایت ددولت څخه ورځ په ورځ مخ پرډیرېدوؤواوددولت توان مندی هم مخ پرډیریدووه ددولت په کلنی بودجه کی ددولتی سکتوردعایداتوونډه هم خاص ځای درلودلی اوددولت توان مندی قدم په قدم مخته تله مثلا د١٣٥٧کال دثوردم یاشتی د سیاسی تحول څخه دمخه دولت خپلوټولومامورینو،کارګرانو،اواجیرانوته دغذايئ موادودترلا سه کولودپا� �ه یوه کتابچه دکپون په نامه ورکول کیدل  چه ددی کوپون لرونکو کولا ی سوای چه په هره میاشت کی که ماموروی ٨سیره اوړه ٧kgغوړی - kg ٧بوره - یو kgچای اویومقدارصابون بیله پیسوواخلی ولی کارګرانواواجیرانودهمدغه مقدا� �نیم استحقاق درلودلی ولی د١٣٥٧کال دثوردسیاسی تحول څخه ورسته دمامورینواوکارګرانو،اجیرانودکوپون دم وادواستحقاق یودول سوو٠اوخلګوددولت ددی عمل څخه ډیره خوښی څرګنده کړه اوڅوکاله وروسته بیانورمواددهم دوغوکوپونی مغازودلاری څخه په ډیرتیت قیمت وهمدی مامورینو،اجیرانو،اوکارګرانوته عرضه کیدل چه دی عمل خپله دبازار د ټولو استهلا کی موادوپر قیمتونوخاص تاثیراچولی ؤوچه دا خپله ددولتی سکتوردعایداتویوه ثمره وه ٠چه دولت ته يئ دونه اقتصادی توان مندی ورکړی وه ٠چه دولت کولای سوای چه دونه پراخ اقتصادی کومکونه دخپلوخلګوس� �ه وکړی ولی دجامعی په مختلیفو عرصوکی هم دغسی دخلګوپه ګټه مؤثر قدمونه اخیستل کیدل ٠چه حتی په پرمخ تللوسرم ایۀ داری هیوادونوکی  هم وجود نلری که يئ قیصه ورته وکړی نه يئ قبلوی چه دولت دي دونه پراخ کومکو نه دخپلو خ� �ګوسره وکړی ٠ولی د١٣٥٧کال دثوردمیاشتی سیاسی تحول اودخلګوپه ګټه اقتصادی ژورتغیرات امریکااوغربی نړی داعمل دخپلوامپریالیستی ګټوسره په تضادکی ولیدی نويئ دشرمه ډکی مداخلی شروع کړی چه په نتیجه کي  يي زموږ په ارام ملک کی داورلمبی ولګولی اوافغانستان  دابرقدرتونودسیاسی سیالیودجنګ په میدان تبدیل سوچه په سل هاووز� �ه بی ګناه انسانان شهیدان ،دمملکت عامه شتمنی لوټ اوچپاول سول اوهغه ارام ژونديئ زموږدخلګوڅخه واخیست چه دالمبی تراوسه پوری په یوه اوبل شکل پاته دی اوزموږزوریدلی خلګ يئ قربانی کیږی ٠ولی په افغانستان کی د١١دسپتمبرڅخه ورسته امریکااوغربی نړی دطالبانودحاکمیت دچپه کولوسره سم دخپلوعصری قواووسره یوځای دغربی دموکراسی پاڼی هم زموږوګران وطن ته راوړی اوددی نوی دموکراسی مزایاوی هم زموږ خلګ ورځ په ورځ احساسوی اوبايدووايوچي په نړی کی د٢١قرن د ابر قدرتي دیوی نیمی لسییزی  خطرناکه وسعت طلبه چلنجو و ،  افغان روشنفک� �ان هم پر دروډلو تقسیم کړی دی ٠لمړی کټګوری هغه روشنفکران دی چه دې حالت سخت متا ثیر کړی اوخپله اصلی لیاره يي پری ایښی ترس اوویری اخستی چه مبادا دمقابل طرف سیاسی تاپه پر ونه لګیږی نويئ ځان ګوښه کړي اوتنها تماشا کوی چه په نړی او افغانستان کۍ څۀ تیریږی ولی بله کتګوری بيا هغه روشنفکران دی چه دښه ارام ژوند اودپیسو دلا سته راوړلو په منظور دسیا سی لوبی میدان ته ورداخل سوی دی ولی متا سفانه نه پوهیږی چه په دی بازی کی يئ وده ته څونه وخت ورکړی دی ٠دریمه کټګوری هغه روشنفکران دې چه دوی هم دنورو روشنفکرانو په څیر دخپل زوریدلی ملت په پیسو سواد زده کړی اومسلکی پوهه يي په لاس راوړی ده ولی نه غواړی دخپلوخلګواووطن په مقا بل کی نمک حرامی وکړی ځکۀ سعیه اوتلاش کوی چه خپلو خلګوته دهوښیاری اودقت څراغ ولګوی اوخلګ دجمعی رسا نيو دلاری په خپل تاریخی � �سالت پوه کړی چه دهمسایه مملکتونو دفریب اوچل په جالونوکی ځانونه بند نه کړی اوهم دنورودلاس آله نه سی هر څه باید دخپلوخلګو او وطن دپاره خوښ کړی اودهر خارجی مملکت سره دمتقا بل احترام اودوستی دلیاری دخپل مملکت سیاسی ،اقتصادی اواجتما عی پر مختګ ته پام واړوی ٠افغان دولت ته چه اوس ډیر داسی شرایط اماده دی چه خپلوخ� �ګو ته دهوسااوارام ژوند شرایط برابرکړی ولی متاسفانه داسی اقتصادی ستراتیژی يئ مخی ته ایښی ده چه دهغی له م خی يي دملت ټوله شتمنی پربازارکړې اودهغوخرڅلاوته يئ لاس وراچولی دی چه داهم دامریکا او غربی نړی دغوښتونو سره سمه اقتصادی پالیسی ده چه د٪٩٥خلګوهرڅه باید خارجی پانګوالویا داخلی په نامه سرمایه دارانوته دډیر لږ � �یمت په مقابل کی ورکړی اویايئ دڅولسیسزو دپاره په ډیر لږ قیمت په کرایه ورکړی چه په دی جمله کی صنعتی تولیدی فا بریکی ٠زراعتی فا رمونه د٠نفت اوګاز فابریکی ٠بانکونه معدنونه ٠هوټلونه اوبیا وروسته تحصیلی موسسات ٠بنداوانهار٠ لوی لیاری اوداسی نور هغه څه چه دملت شتمنی بلل کیږی باید پربازار شی چه په نتیجه کی به ٥٪سرم ایداره مصنوعی طبقه په وطن کی جوړه او٩٥٪خلګ به دهغو ترظلم اواستثمار لاندی ژوند کوی په داسی حال کی چه زموږ په مملکت کی دملګروملتوداحصايئ له مخی چه په ١٣٥٧کال کی خپره کړی وه تقریبا٩٠٠مختلیف معدنونه چه لاس ندی و� �وړل سوی وجودلری ،چه په دې جمله کی داسی معدنونه هم سته چه په  نړی کی سیارئ نلری لکه زمردو،الماسو اوهم ده� �مند دولایت دخانشین په ولسوالی کی په پراخه اندازه دیورانیمو معدن چه نن دنړی په بازار کی دډیر قیمت وړګ� �ځیدلی دی نوکه دافغانستان دولت دخپلی                                                           � �اری څخه دخارجی کمپنیوسره قراردادونه وکړی مملکت به څونه پرمخ ولاړسی اودخلګو دژوند اقتصادی سطحه به څونه لوړه سی ولی متا سفانه چه دولت نن پر بله لاره روان دی اودافغانستان یو تعداد چارواکی ددی اقتصادی پالیسی یعنی ددولتی سکتورونو دپلورولو سره ډیره علاقه نیولی اوډیر ژرژرپه دې لاره کی قدمونه اخلی داځکه چه یو تعداد چارواکوته په پلو رلوکی دډیر رشوت اواختلاص زمینه برابره سویده اوخپل ځانونه په اقتصادی لحاظ پوره کوی نن چه رشوت اواختلاص دمملکت په هر ارګان کی دقضا په شمول یومعمولی کار ګرځیدلی دی نو ددولت ټول چارواکی اوملت ناری وهی چه ددولت په اداراتو کی رشوت اواختلاص جاري دی، ولی هیڅ څوک تر اوسه پوری دعدل اوقضاومیز ته دحسا ب په خاطر ندی درول سوي ځکه نوهغه یو متل دی چه غل هم ناری وهی چه غل دی اودکورخاوندهم ناری وهی چه غل دی ولی غل نه نیول کیږی ، نو داسی چارواکی به دې زوریدلی ملت ته څه خدمت وکړی ځکه هروزیر پرخپله چوکی نا ست،لوکس موټر ورته ولاړ، با ډی ګاردان يئ یو اوبل طرف ته تل ورسره ولا ړوی چه داحالت يئ په خوب هم نه ولیدلی  ، ولی نن يئ لکه باز چه پر اوږه کښینستلی وې هر څه يي په اختیارکی دې ولی د ې وزیرانو په پنځوکالوکی ونه کړای سوای حداقل خپل تشکیل اکمال اولږترلږه % ٥٠خپل پلا نونه عملی کړی..    دملی دفاع وزارت په ٥ کالوکی ونه کړای سوای% ٥٠ خپل اردو اکمال کړی پر افغانی زلمیا نودحربی پوهنتون ، هوايئ پوهنتون اوحربی ښوونځی دروازی تړ لی دی اوامریکا اوغربی نړی ته ګوری چه هغه څه هدایت ورکوی په دې پنځوکالوکی يي ونه کړای سوای چه دخپل مشرتابه امنیت ونیسی دوطن دفاع خولاه� �ته پریږده دبرق وزارت په ٥ کلونوکی حتی دکابل ښار ته ونه کړای سوای چه برق ورکړی نور ولایات خولاپریږده د� �ویولاروجوړولومربوطه وزارت په سوومیلونه ډالره مصرف کړی ولی ټولی لاری په غیر مسلکی ډول جوړی کړی دی هغه � �ازم سنجول سوی دموټرانوسرعت اودخارجی فشارپه مقا بل کی دمقاومت طاقتونه په نظر کی نه دی نیول سوی خکه نو ډیر ژر دموټر انو دسرعت او وزنی فشار په مقا بل کی داستفادې څخه وځی نوداسی معلومیږی چه په دې پروژوکی په میلیونونو ډالره رشوت او اختلاص سوی دی . دمعدن وزارت هم  په خپلو خیالو نو کی غرق دې چه وچاته کوم معدن ،نفت اوګاز و� �کړی دتحصیلاتو وزارت خو دنورو پوهنتونونو دافتتاح اعلانونه خپره وی ولی داستادانودرک يئ معلوم نه دی کتا بخانه اودرسی لوازم خو لاهلته پریږده، دتصدیولوی ریاست خو ونه لیدل سول چه په دی ٥کلونوکی څو فا بر یکی بیا فعاله اوڅو کا رګران پکښۍ کار کوی ولی تنها ددولتی تصدیو په فروشاتويئ ځانونه مصرف کړیدی چه اصلايئ نوم باید ددولتی تصدیو دفروشاتو ریاست وبولو، اوروچي ټول وزارتونه اولوی ریاستونه په یوه اواز ناری وهی چه کاری ظر فیت وجودنلری باید ټول دولتی سکتور ونه وخصوصی سکتورونویعنی په خارجی اوداخلی په (نامه سرمایه دارانو)وپلو� �و چه دوی ته هم دسووملینو استحقاق ورسیږی چه وروسته دوظیفی تر سرته رسولو بیرته خپل پخوانی ادرس ته ولاړشی اوخپلی چړچی وکړی اوداغریب ملت دی نور هم وځوریږی ددوی پروانشته ځکه متل دی مځکه هغه سوځی چه اور پر بل وی دکابل دښاروالی ریاست هم په یوه مصاحبه کی چي دبی بی سۍ رادیو سره چه دمی ١٢کی وکړه دی ریاست هم دنورو وزا� �تونوڅخه په نقل اخستلو دکابل دښارنظافت او پاکاری غواړی وخصوصی سکتور ته ورکړی ځکه ویل يي چه موږ دا مالی ام کانات نه لروچي دکابل دښار څخه باید هره ورځ ١٦٠٠ټنه کثافت  ټول اودښاردباندي وغورځوو،ولی ښاروالی تنها ٦٠٠ټنه کولای شی نور توان يئ نه لری اوهره ورځ ١٠٠٠ټنه پاته کیږی دوی ویل چه تنها سږکال  يي٦ملیونه ډالره دتنظیف دموټرانودپاره تخصیص راکړی دی چه داهم کفایت نه کوی اوژورنالست ورته وویل چه دنورمملکتودښاروا� �انوسره خبری وکړی چه هغه کومک درسره وکړی چه دکابل ښارپاک شی ویل يي موږ به کوښښ وکړوپه داسی حال کي چه داښا� �وال په کارپوه سړی و،ولی دلوړی خواڅخه همکاری نه ورسره کیږی، نوپه داسی حال کی چه دولت ټول لوړ پوړي چارواکی هم په کابل کی کار اوژوندکوی داسی یوحالت دی . اوس داسی سوال پیداکیږی چه دایوتعدادچارواکی مسلکی پوهه نلری که دوطن سره احساس نه لری اوپه خپلو شخصی معاملوباندی مصروف دی .خوپه دې ټولوصورتوکی قربا نی زموږ زوریدلی خلګ دی په داسی حال کی چه خصوصی سکتورونه هم دهمدی کاری ظرفیت چه په مملکت کی موجوددی کار اخلی نودولت کولای نه سی چه ډیر افغانان دهمسایه ملکونوڅخه دعوت کړی ؟ ولی داکارتراوسه نه دی سوی ؟ ولی تنها وزیر صاحبان اوم عینان غوښتل سوی دی ؟ ولی نور تر اوسه نه دی دعوت سوی ؟ چه دیوه دقیق پلان له مخی داکارسوی وای اکثره وزیرصاح بان هم خپله ورورځ تیره وی اودخپل اینده ښه اقتصادی ژوند په فکر کی دی چه بايد ددغه چانس څخه ا عظمی استفاده وکړی اوددی زورید لی ملت شتمنی څنګه په نوی عصری ډول چوراوچپاول کړی چه ددوی ددی کړونوڅخه په استفاده دو� �ایاتوچارواکی هم داسی چور اوچپاول جوړکړیدی همداعلت دی چه د خلګواعتمادپردولت                                                                           اوبین الملی ټولنی باندی کرارکرارصفر ته تقرر کوی او ددلت یوتعدادچارواکی دخپل اعتماددډیریدو یاکمیدوپرواهم نه لری ځکه دخپل وطن دابادی اودخلګودهوسايئ احساس نلری اوس ټولو افغانانوته داښه ثابته سویده اوکوم تهمت هم نه دی اوس نوپه نتیجه کی داسی سوال پیدا کیږی چه دافغانستان دولت حق لری چه دملت شتمنی دی پر خارجی سرمایدارانواوداخلی په نامه سرمایدارانوباندی وپلوری  ؟حتی که اوس دټول پوښتنی دلاری هم داکار وسی په حقوقی اوشرعی لحاظ مشروعیت نلری ځکه په وطن کی امنیت وجود نلری په محلا تو کی اوس هم جنګ سالاران حکومت کوی اوخارجی قواوی هم شتون لری خ� �ګ خپل نظر نه سی بیانولای ٠ ځکه نو دافغان ملت دشتمنیو دافروش اوخریدهیڅ نوع حقوقی اوشرعی مجاز نلری دافغانستان اینده دخلګو نماینده دولتونه کولای سی دافروشات بیرته منسوخ اعلان اودملت دشتمنیوجز وګرځوی ٠ ځکه نو په دی هکله با ید ټول وطن پر سته حقوق پوهان اووطن پرسته روشنفکران خپل نظر یا ت د جمعی رسا نيو له لاري وخ� �ګو او دولت ته ورسوی اوهم دافغانستان هغه وطن پرسته وکیلان چه وخلګو ته يئ دکار او خدمت وعده ورکړی ده او په دی فروش اوخرید کی سهم نه لری باید ددی غیری حقوقی اوغیر شرعی فروش اوخرید مانع وګر ځی ٠ ",د ملي شتمنیو پلورل دافغان ملت سره ستره جفا ده 3270,شراف الدین ارغندوال," شراف الدین ارغندوال _ كابل  دانګلستان دفايننشيل ټايم زورځپاڼى په خپله وروستۍ ګڼه كې ليكې چې په افغانستان كې دهرى ورځى په تېريدوسره اقتصادي ستونزې،بيكاري اودهغوافغانانونااميدي او ناهيلي مخ په زياتيدوده چې له بهرنيوهيوادونونه خپل هيوادته راستانه شوي دي  ورځپاڼه ليكې چي په كابل كې هره ورځ دايران دسفارت مخى ته دخلكواوږدې ليكې ليدل كيږي چي غواړي ايران ته دتګ ويزه ترلاسه كړي اوهغه هيوادته دمزدورۍ لپاره لاړشي داپه داسي حال كې ده چې دطالبانودرژيم دنسكوريدونه و� �وسته په سلګونوزره افغانان له اوږده مهاجرت نه خپل هيوادته راستانه شول ترڅوپه خپل هيوادكې دسولى اوسوكالۍ په فضاكې نيكمرغه ژوند ترسره كړي خواوس هغه افغانان ناهيلى شوي اوهوډ لري ترڅوبيرته ګاونډ يو اواروپايې هيوادونوته مهاجرشي . ليكوال ليكي كه څه هم چې دطالبانودبنيادګر رژيم له سقوط نه پنځه كاله تيريږي اودنړيوالوله لورى دافغانستان دابادى اوبيا جوړونې لپاره په ميليارډونو ډالره مرسته شوي خودافغانانوپه ژوند كې كوم مثبت اودپاملرني وړبدلون نه دي راغلي اود افغانستان اوسني حكومت دولس دستونزو دليري كولوپه لاره كې هيڅ ډول داهميت وړګام نه دي اوچت كړي  ولسمشر كرزي اودده مشاورينو دارګ دزړواوكلكوديوالونوترشا خپل ځانونه پټ كړي اوله هغوترخوواقعيتونوڅخه چې هيوادوال يې ورسره لاس اوګريوان دي هيڅ خبرتيا نه لري  دمقا� �ې ليكوال ليكې چې افغانستان له ايران ،چين اوپاكستان سره ګډه پوله لري چې غربيان نشي كولى له دي نه سترګي پټي كړي  ناټودافغانستان په جنوب كې شپږزره پوځيان ځاي په ځاي كوي اوهروخت چې دحملى اړتيا پيښه شوه نوپه تهاجم ي اوتعرضي حمله به لاس پوري كړي . دمقالې ليكوال دغرب ديوه لوړپوړى چارواكى له خولې ليكي چې په افغانستان كې دغربيانوپه وړاندي ځكه كركه اوغبرګون راپاريد لى چې موږ دداسي يوه حكومت مرسته كووچې نه يوازي يوبې كفايته حكومت دي بلكى لوټماراوچپاولګر هم دى  دمقالې ليكوال ليكي كه چيري په افغانستان كې داداري فساد دله منځه وړلوپه لاره كې كارونشي اودافغانستان دابادۍ لپاره دبهرنيوهيوادونولازياتي مرستي ترلاسه نشي نوډير شمير افغانان به يوځل بيا دهيواد دپريښودلونيت وكړي اوپه دي هيوادكې به يوځل بيا دمهاجرتونولړۍ پيل شي اوهغه كسان چې دهيوادپه دننه كې پاتيږي نودهغوي ژوند به هم له ډيرو سختوستونزواوپيښوسره مخامخ شي ليكوال زياتوي چې دافغانستان يوه بله ستونزه دمخدره موادو بى كچه قاچاق دي چې دافغانستان دبي ثباتۍ يولوى لامل ګڼل كيږى په دې هيوادكې دمخدره موادودقاچاق په كاروباركي قاچاق چيانوپه ميليارډونوډالره پانګه اچولى چې ددولت په اداره كي اداري فساد ددغوقاچاقچيانو دلاپياوړتيا لامل شوى دى .  له پورتنۍ مقالې نه داسي ښكارئ چې زموږ غربي دوستان هم لكه چې نوي له خوبه راپاڅيدلي وي داكثروڅيړونكوپه اند دجوزا داتمي نيټې پيښه داسي يوه پيښه وه چې ت� �ډيره بريده يې دافغانستان دولت اونړيوالوته ټكان وركړ اودوي يې دي حقيقت ته ځير كړل كه چيرته دافغانستان دولس په وړاندي په بي پروايې سره چلند وكړي نوپايلې به يې ښې نه وي ،له همدي امله ده چې دافغانستان په دولت اوحكومت دواړوكې ديوډول خوځښت نښي راڅرګنديږي اوداسي ښكاري چې دځينوڅرګندو اصلاحاتواوبدلونونو اړتيا شته اوبايد ت� �سره شي ،دغه رازنړيوال هم دې حقيقت ته رسيدلي دي چې دافغانستان په دولت اوپه عمومې توګه دافغانستان په چاروكې يوي نوى كتنې ته اړتيا ده  زه فكركوم كه چيرته دافغانستان اوسنۍ دولتې اداره دهيوادپه اوسنۍ وضعه باندي نوي كتنه ونه كړي نه يوازي به دافغانانوبدمرغۍ اوستونزي زياتي شي بلكې دولت به هم له ډيروستروچلنجنوسره لاس اوګريوان شي  خوپه زړه پوري داده چي دولت دټولوستونزو اومشكلاتوسره سره لاتراوسه په دومره څرګنده توګه دغوستونزو اومشكلاتوته ګوته نه ده نيولي لكه غربي ميډيا چې دافغانستان دپيښواوپه تيره بيا ددولتي ادارې په ضعفونوباندي تبصرې اوليكنې كوي  په دې وروستيووختونوپه تيره بيا دجوزا داتمي دپيښي نه وروسته دغرب ميډيا دافغانستان ددولتي ادارې دفساد اوناولتيا په هكله ډير سخت دريځ غوره كړي اوپه دې اړوند يې يوشمير مقالې خپرې كړي دي چې يوه يې همدادفايننشيل ټايمزاوسنۍ مقاله ده چې ليكل شوي ده ،داچې ددغه ډول ليكنواوڅرګندونوترشا څه لام� �ونه اوپايلې نغښتي داهغه پوښتنه ده چې راتلونكى به يې ځواب وايې خوداوس دپاره دغربيانوداډول څرګندونې اومقالې يوازي افغانانوته داانديښنه اوتلوسه پيداكولي شي چې ووايې :  ياره ! اوس به څه چل كيږي ؟! ",اوس به څه چل كيږى ؟! 3271,," د اطلاعاتو او کلتور وزارت د س� �پرست مخدوم رهين په غوښتنه او د ولسمشر کرزي په خوښه دين محمد مبارز راشدي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نش� �اتي معين په توګه ټاکل شوى دى ،تېره اونۍ ددغه وزارت نشراتي معين فاضل سانچارکي د مخدوم رهين سره د يو لړ اخت� �افونو له کبله د خپلې دندې استعفا وکړه ، د يادولو وړ ده چې په دغه وزارت کې د مخدوم رهين د واکمنۍ را په دېخوا سيد حسين فاضل سانچارکي درېيم لوړ پوړى چارواکى وو چې له خپلې څوکۍ څخه الووزل کېږي. ",دين محمد مبارز راشدي د کلتور وزارت نشراتي معين شو. 3272,,"   دائتلافي ځواكونو خپره كړې خب� �پاڼه كاږي چې تيره ورځ په دوو جلا پيښو كې دمخالفو له لوري درې تنه ملكي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان � �وي يوه پيښه په پكتيا او بله په غزني كې پيښه شوې.  ",درې ملكي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي. 3273,,"   دولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه خپرې شوې خبرپاڼه كاږي چې ولسمشر كرزی دهغه بريطانيوي سرتيري په وژنه خفه شوی چې په هلمند كې وژل شوی وه ولسمشر دنوموړي كورنۍ ته دتسليت پيغام هم استولی. دبريطانيا ددفاع وزير له كابله ليدنه كوي او هوډ لري چې رات� �ونكې مياشت دهيواد په سويل دهلمند په ولايت كې درې زره سرتيري پرځای كړي ",ولسمشر دبريطانيوي سرتيري په وژنه خفه شوی. 3274,," تېرماښام ناوخته د انګلستان د دفاع وزير ديز براون او د ناټو لوى قوماندان له ولسمشر حامد کرزي سره په جلا جلا کتنو کې د افغانستان په امنيتي وضعيت اوږدې خبرې وکړې ،د انګلستان ددفاع وزير کرزي ته يو ځل بيا د خپل هېواد د هرنګه مرستو يادونه وکړه ،براون وويل چې د برتانيې سرتېري به تر هغه پورې په نوموړي هېواد کې په کراره کښېنني ،ترڅو يې چې د ترهګرو جرړې  نه وي اېستلې .بل لورى ولسمشر د ناټو له لوى قوماندان سره په خپله کتنه کې د هېواد په جنوبي سيموکې د ناټو د نوي مامو� �يت په اړه هم کرزي ته ډاډ ورکړ د ناټو قوماندان ځان ژمن وباله چې زر به د هېواد په جنوبي سيمو کې امنيتي وضعه ښه شي. ",کرزي د ديز براون او د ناټو له لوى قوماندان سره وکتل. 3275,,"   تيره ورځ مازديګر دلغمان په والي ګلاب منګل بريد شوی بينوا ته له لغمانه يوه عيني شاهد وويل چې له بريد وروسته جګړه هم تر يوې شيبې روانه وه خو دلغمان والي له پيښې روغ رمټ وتی بريد دعليشنګ په ولسوالۍ كې شوی نور جزئيات دمرګ ژوبلې په اړه لا تراوسه ندي په � �اګه.  ",دلغمان په والي بريد شوی. 3276,,"   دغه كنفرانس چې تيره ورځ په كابل كې دهيواد دګاونډيو هيوادونو دمشرانو په ګډون جوړ شوی وه پيل شو پکې له ګاونډيو غوښتل كيده چې دنشه يي توكو سره په ګډه مبارزه غښتلي ګامونه واخلي او دقاچاق كوونكو دقاچاق مخه ونيسي. دولسمشر كرزي پيغام كې راغلي وه چې نړيواله ټولنه دې دمخدره توكو سره په مبا� �زه كې لا زياتې مرستې وكړي. دغه راز دبهرنيو چارو او دمخدره توكو سره دمبارزې وزارت وزيرانو هم پخپل وار دمخدره توكو دله منځه وړلو په اړه ددولت دژمنو پلي كولو ياد وكړ. دايران دولسمشر مرستيال فدا حسين وويل چې دمخدره توكو له منځه وړل په افغانستان كې له سيمې ددې بوټي وركول دي. نوموړي دسينلس ټولنې هغه غوښتنه چې كوكنار دې قانوني شي رد كړه او دا كار يې سيمې ته زيان وباله.   ",كابل كې دمخدره توكو په اړه سيميز كنفرانس جوړ شو. 3277,,"   دمقدونيا هيواد پتيلې ده چې دايساف تر ليكو لاندې افغانستان ته ٩٠ سرتيري نور واستوي چې له دې سره دمقدونيا دسرتيرو شمير ١٥٠ ته رسيږي چې په افغانستان دامنيت دخوندي كولو لپاره كار كوي. ",مقدونيا ٩٠ سرتيري افغانستان ته استوي. 3278,," افغان  ولسمشر حامد کرزى د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي سره يو ځاى د چين هېواد په لور روان شو ، چين ته د کرزي ددغه سفر موخه د شانګهاى په پنځمه غونډه کې ګ� �ون کول دي ،دغه راز به ولسمشر په يو شمېر نورو برخو کې يو لړ تړونونه هم لاسليک کړي ،او وروسته به د قزاقستان هېواد په لور و خوځېږي .د کرزي سره پدغه سفرکې ډاکټر رنګين سپنتا ،انوارالحق احدي ،هدايت امين ارسلا،زلمى رسول ،اسحق نادري ،عبيد الله رامين ،جاويد لودين او  مخدوم رهين ملګري دي . ",ولسمشر حامد کرزى د چين هېواد په لور وخوځېد. 3279,," ", 3280,," نن(۲۳جوزا)دميدان وردګوولايت دښاروالۍ په تالار كښې دميندوورځ دميدان وردګوولايت دوالي ښاغلي عبدالجبارنعيمي، دښځودپرمختيايي چارو رئيسې اغلې حميرا حقمل، دځينو دولتي-ولايتي ادارو رئيسانو،سلګونوولسي ښځو، دلوې جرګې او ولايتي شورا غړيو، سناتورانواو ځينو م رستندويوټولنو دچارواكيو په گډون ولمانځل شوه. په لمانځن غونډه كښې عبدالجبار`نعيمي`،حميرا حقمل، دو� �سي جرګې غړې صديقې مبارز، مولوي شيرين، دولايتي شورا غړې راحلې، دافغانستان لپاره دسويډش كميټۍ مرستندوې ټولنې استازې لينا او ګڼونوروخبرې وكړې. همدغسې دنجونوله ښوونځيو څخه يو شمېر نجونودموراو وطن په وياړ ترانې وويلې.  دغونډې په اوږدو كښې ښاغلي نعيمي په اسلام كښې دښځوپر ارزښت او حقونورڼا واچوله. همداراز ېې هغه چارې چې دمېرمنودپرمختيا لپاره ترسره كړي غونډوالوته وړاندې كړې. همدغسې دوى وويل لكه څرنګه چې ښځې له نارينوسره دژوندانه په هرډګر كښې برخه اخستې، همدغه ډول دې دسولې او ارامۍ په ډګر كښې هم برخه واخلي، هڅې دې وكړي، چې خپل اولاد دسولې او پوهنې خواته وهڅوي، پرې ېې نه ږدي چې دهېواد په بې امنۍ كښې برخه واخلي. هغوى زياته كړه:``زمونږ دهېواد په تاريخ كښې داسې ميندې تېرې شوي، چې مېړني او اتل بچيان ېې زېږولي او دټولنې خدمت ته ېې وړاندې كړي.لكه مي� �ويس نيكه، احمدشاه بابا، خوشحال خان، سيدجمالالدين افغان، ابوعلي سينا، البيروني او داسې نور..``  يوه ديني عالم ښاغلي مولوي شېرين هم په اسلام كښې دمېرمنوپرارزښت دديني دلايلو پرويلوسره رڼا واچوله او دموراوپلار حقوقوېې څرګند كړل.  اغلې حميرا غونډې ته دښځوپراهميت او ټولنه كښې پرمقام وګړېدله. هغوى ېې دپوهنې خواته راوبللې. وې ويل چې دعبدالجبار`نعيمي` په ځانګړې پاملرنې سره ېې،اداري مديريت، دخپرونومديريت، دپوهنې مديريت، دروغتيا مديريت او دحقوقومديرت په فعاله توګه كاركوي. او دمېرمنوډېرې ستونزې ېې حل كړيدي.  دولسي جرګې غړې صديقې مبارز دخپلو خبرو په ترڅ كښې له ښځو نه هيله وكړه چې خپلې ستونزې وپېژني. او لارې چارې ورته ولټوي. همدارنګه هغه چټكې چارې چې په ميدان وردګوكښې روانې دي، وستايلې او له چارواكونه ېې وغوښتل چې همدغسې خپلو چاروته دوام وركړي.  دولايتي جرګې غړې راحلې هم دښځواهميت په ګوته كړاو هغه لاسته راوړنې چې له څ ومياشتو راهسې  ېې ترلاسه كړي دغوندې برخوالوته روښانه كړې.  همداراز دسويډش كميټي فار افغانستان استازې، په هغو چارو چې دښځو دپرمختيا لپاره ېې په ميدان وردګوكښې كړي روښانه كړې. هغې وويل په  افغانستان كښې هر نيم ساعت  وروسته يوه مېرمن دزېږندې يا ناروغۍ له كبله مري،او دا كچه ېې په نړۍ كښې  دميندو دوهمه لوړه كچه  وګڼله.هغې زياته كړه چې په  ميدان وردګو كښې ېې څوورځې وړاندې دعامې روغتيا دوزارت  او ميدان وردګوو� �ايت په ملتيا  ۱۸ رنځورپالې وروزلې. او پام كښې لري چې  په راتلونكيو شپږومياشتوكښې به  ۲۲ نورې رنځورپا� �ې ديادشوي ولايت مېرمنو خدمت ته وروزي ",ميدان وردګوكښې دميندو ورځ ولمانځل شوه. 3281,," نړيوال ائتلافي ځواکونه د افغانستان په سوي� �ي سيموکي د دولت دمخالفينو په وړاندې د پراخو پوځي عميلياتو لپاره تيارى نيسي، په دغو پراخو پوځي عملياتو کې به د اېتلافي ځواکونو کابو يولس زره سرتيري برخه ولري. ويل کيږي د طالبانو د واکمنۍ له را پرځېدو وروسته دا تر ټولو لوى پوځي عمليات دي چې په افغانستان کې  به ترسره شي ",د اېتلاف يولس زره عسکر جګړې ته چمتو شول . 3282,,"   دائتلافي ځواکونو خبرپاڼه کاږي چې ددغو ځواکونو دوه تنه سرتیري تیره په دوو جلا پیښو کې چې لومړی یې هلمند او بل یې کنړ کې وژل شوي. ",دوه امریکایي سرتیري وژل شوي. 3283,," طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي دهلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې یې له امریکایي سرتیرو سره سخته جگړه چې پکې یې ٦ امریکایي عسکري موټر له منځه وړي دغه � �از ائتلافي ځواکونو بیا دا خبر ندی منلی خو ویلي يې دي دوه عسکري موټر یې له منځه تللي. ",طالبان وایي په موسی کلا کې یې سخته جګړه کړې. 3284,,"   طالب ویاند قاري یوسف احم دي ویلي چې نن سهار وختي يې څو تنه امریکایان دزابل په دای چوپان کې وژلي خو تر دې مهاله امریکایانو څه ندي وی� �ي. ",طالبان په زابل کې دامریکایانو دوژلو خبره کوي. 3285,,"   دائتلافي ځواکونو یوه ویاند میجر اینیس ویلي چې دوی په هلمند کې ٢٦ طالب جنگیالي وژلي نوموړي دا هم ویلي امریکایي سرتیري دطالبانو له لو� �ي په تنگ شول چې بیا یې مرسته له بریطانیوي سرتیرو وغوښته چې دمرستې لپاره ١٠٠ بریطانیوي سرتیري ورورسیدل. دا پداسې حال کې ده چې نن دائتلافي ځواکونو ویاند میجر توماس خبري ناستې په غره د یرغل عملیاتو دلړۍ دپیل خبره وکړه چې شاوخوا یولس زره ائتلافي او افغان سرتیري پکې برخه لري او دا عملیات په څلورو ولایتونو هلمند کندهار ارزگان او زابل کې ترسره کیږي. ",ائتلافي ځواکونه وایي ٢٦ طالب جنگیالي یې وژلي. 3286,,"   نن دښځو چارو وزارت په نوښت داطلاعاتو او کلتور په وزارت کې دمور ستر غظمت ته په درنښت دمور ورځ ولمانځل شوه دښځو چارو وزیرې وینا وکړه او دمور په غظم ت یې خبرې وکړې دغه په غونډه کې گڼ شمیر ښځو برخه لرله. ",نن په کابل کې دمور ورځ ولمانځل شوه. 3287,,"   داندونیزیا اسلامي مذهبي مشر ابوبکر باعشر نن له زندانه وروسته له څلور کاله بنده ازاد شو په نوموړي تور وه چې دبالي په چاودنو کې یې لاس لا� �ه. ",ابوبکر باعشر له زندان نه خوشې شو. 3288,محمد يوسف خدمتګار مزدورزوی," چي دمنډ خاوري مي ستا تل ښکلولای که  مي تيږ ي  له  تو ر غره  را چلو لای لکه شمع سوزيد لئ ستا په م خ  کي پټه  خوله  مي تيا ر ې  رڼا  کولای په اغز يو مي منز ل وئ يا کوچنئ وئ دم ګړۍ دي د ژوند لارې راښوولای په دنيا کي مي بل کاراوکسب نه وئ په عمل کي مي ستا ز ړ ه خو شالولای کوڼ او ړو ند وئ له نړ ۍ نه خبر نه وئ تل ما شوم وائ ستا په غيږ کي لو بيدلای يا خو زه  نه  وا ئ  پيد ا غم  به  د ې کم ؤ يا دي زه په هسي شان نه وای روزلای تا تعليم راکړو چي تور له سپينو بېل کړم تا د ژ و ند په  لا ر ه  سم  کړ م نا ز ولای او س چي چارو دژوندون کړله را پيښه چا تهمت  د خو ږ ي ميني  را تړلای ستاخدمت مې په ژوندون ترسره نه کړو تل مي ستا مهر با ن  ز ړ ه ازا ولای موري ته  د مو ر و لۍ په  تر حم خد ائ ته ووايه چي زه يم تا بخښلئ که مي ونه بخښې موري مختو رن يم په  محشر  به  ملا مت  يمه  ر ټ� �ی زه به ستااوښکي ترمرګه هيرئ نه کړم کا ش چي ته مي تګ راتګ ته خنديدلئ خدم تګار په ز ړ ه کي تل هيله  لر له چي خدمت مي په ټول عمر ستا کولای     دمحمد يوسف خدمتګار مزدو� �زوی د؛؛هيلي هاندونه او ارمانونه،، له ټولګي څخه ١٣٧٨ل  مرغومی  بير ګن  ناروې ",موري ! 3289,د ميلاد ليکنه," ” ددغه خوار ملت بدن يې په زخمونو زخمي او عادي ژوند يې ور بر باد کړ،خو دغه تصفيوي عمليات پای ته و نه رسيدل “ خدای ﷻ دي مي غاړي نه بندوي چې زما ياديږي دادي په اصطلاح لس  پاچا ګښتۍ مې و لېدلې : د ظاهرشا پاچهي، دسردار محمد داود جمهوريت، د تره کي دوره ، د امين واکمني د کارمل وختونه  دډاکټر نجيب جمهوريت دمجددي څو مياشتي، د رباني د لنډه غرو دوران د طالبانوامارت او اوس دادی د کرزي جمهوريت .  دېرش پنځه دېرش کاله تېرسوه زموږ وطن او زموږ وطنوال د اور په کوره کې سوځي، پخيږي، لمبې يې وﻻړيږي  او دودونه يې پورته کيږي . په دې کلو کې پر دې وطن د ټولي دنيا ځبر ځواکونو په خپل وارسره خپل زور  و چلاوه څو دا سرکښه ولس رام  او خپل حريف ورباندي پر ګون� �و کړی  . ولي دا مغروره افغانان د خپلي سرکښۍ څخه   ﻻس په سر نسوه  . په دې لسو پاچاګښتيو کې هر واکم ن  د خپلي بقا دپاره، د خپلي واکمنۍ د دوام دپاره، ددوی د واکمنۍ د غځېدو دپاره خپل مخالفين په دې يا هغه نامه تر کيندلي ګوره پوري  رهي کړل، ويې ځپل او ژوند يې داسي ور باندي سور اور کړه   څو خپل په رشتيا يا د� �واغ  حاکميت ورباندي ټينګ کړي اويا يې ور باندي وساتي ! ددغه ځپلو او ټکو� �و  لړۍ ان تر ننه پوري  را روانه ده . دا لړۍ  تر هغه ځايه خپل ځان  غزولی  دی چې   تر ليري ليري کليو او بانډو يې هم خپله څېره ښکاره کړېده   ، ډېر يې  لا په خزو او سمڅو کې ﻻس پر ماشه کښېنولي او همداسي يې ساتلي دي ددې خزو او اډو د له مينځه وړلو دپاره طبعاً بايد يوڅه وسي او ديوه حکمت پلي کول  هم بايد په کار� �وېدلی واې . هماغه وو چې  دتصفيوي عملياتو اصطلاح راپورته او  په کار ولوېدله . بس دهغه وخت راهيسي دغه تصفيوي عمليات دي چې يو په بل پسې  پيل کيږي اوزموږ دوطن  د انسانانو د وينو د توئيدو پلانونه پلي کيږي  اوتطبيق يې تر لاس ﻻندي نيول کيږي . ټانکونه  وميدانو ته را وزي، جنګي طيارې  په هواکې غړومبهارﺉ جوړوي او پر کلو او ښارو باندي  بمبارۍ  کوې . د سکټ او اورګان راکټونه   ورته مذبه وي  ، بمونه او شل ټنه  ارهډي بمونه  ورته کاروي   او پر هستوګن ځايونو او ګڼ شمېره اوسېدونکو ښارونو يې   وراوروي . هغه هم په دې خاطر چې دغه تصفيوي عمليات و يوې پاېپاکه نتيجې ته را  ورسيږي !  د هري دو� �ې  واکمن يا تپل سوی ټولواک غوښتنه بس همدا وه چې دا وطن دوطن د دښمنانو او  مخيلو عناصرو د فعاليت  نه پاکه کړي ، سنه يې ور ختمه کړي او  د خپلي واکمنۍ مېچن پر دې ولس باندي را و ګرځوي او ځان ور باندي هوسا او واکم ن کړي .  په دې لسو واکمنيو کې پر دې هېواد  د سپېڅلو افغانانو  څخه په لسهاوو  ډوله  د وطن د دښمنانو ډلي جوړي  سوې او دا ډلي يې بيا يو اوبل  پسې بس دهمدې تصفيوي عملياتو په پلمه تر تېغ وايستلې .  ددغه خوار ملت بدن يې په  زخمونو زخمي او عادي ژوند يې ور بر باد کړ،   خو دغه تصفيوي عمليات پای ته و نه رسيدل . هر کله چې  به خبره غړکه سوه نو په  پرديو هېوادو کې جوړ سوي  واکمنان د شورويانو د لښکرو سره به د هغوی  پښې  را کش سوې څو په دې حساب  ددې  تصفيوي عملياتوو لړی ته نور هم زور ورکړي او هغه لا نوره هم  چابکه کړي .  څه نومونه او القاب چې خداې پيدا کړی وه ددې تصفيوي عملياتو د بريالي کېدو په خاطر د خپلو مخاليفينو د ځپلو په وجه پلي سوه، څو هر څومره چې ژر  وي ددې اشرارواو ملحدينو شخړه  په نطفه او خزه کې  وشلول او د راتلونکې نخشو  د پاره ﻻره هواره سي . ددې کار دپاره يو اټم  بم  و نه کارېدی نور نو هم   شورويانو او هم د هغوی مخالفينو هغه څه چې يې درلودله  د هوا او مځکي دلاري  پر دې خوار وطن اوولس  وکاراوه څو دغه تصفيوي عمليات و بري ته ورسوي .  دوه مليونه افغانان شهيدان سول، په لکهاوه نور ټپيان، بې کوره او په ميليونو نور هم مهاجر او کډوال سوه  خو دا تصفيوي عملياتو ګواکي ګايه کړې وه چې پای ته به نه رسي  . په آخره کې شورويانو د خپل دېرش څلوښت زره عسکرو په تلفاتو او په لسهاوو زره نور ټپي عسکرو سره ددې وطن د بچيانو د مټ او د بهرنيانو په پوځي او پراخ مالي کومک سره  د دې وطن  څخه لاسه په سر سوه.  پخپله تاريخي ماتي    يې و حق ته تن ورکړ . په کوزسر  او ځړېدلي غوږوددې باتور وطن د خاوري نه وشړل سوه . خو دغه د تصفيوي عملياتو بهير لا بياهم خپل تاو دلاسه ورنکړ  ! ددې وطن سرښندويه او خواخوږي بچيانو د خلکو لمني ونيولې، دسولي او حقدارومشرانو ته يې دواکمنۍ د سپارلو چيغي  ووهلې ، د ملي پخ� �ايني ، انسانيت او افغانيت  نارې يې راپورته کړلې، ملی مشران ، سپين ږيري او وطني ملي څېرې يې جرګه کړې څو  ګني  د افغانانو په مابين کې به نوره  دغه ورور وژنه او د و ينو د تويېدني دور ، دغه د ذلت د ژوندون او د پ� �دو د نخشود تطبيق  نه ځان خلاص  او ددغه تصفيوي وژونکو عملياتو نه نور دا ولس بچ کړي . خو په خواشيني  سره دغه ټولي انساني، افغاني او اسلامي هلي ځلي ځکه ناکامې  شولې چې زموږ د هيواد د تاريخي دښمنانوتصفيوي عم� �ياتو واک د افغانانو په لاس کې نه  بلکه د هغوی د پلورل سوي ګوډاګيانو په ﻻس کې وو چې هغوی د نورود نخشو د تطبيق د پاره  هغه لاره  وهله  چې بايد تکميل سوې واې ! د کرملين په خوښه د ثور اتمه بايد راغلې ، د ملګرو ملتو د سولي پلان بايد پاتې سوی  او د  ای ايس ای په امر خلګو ته  بايد د اسلامي عدالت زيری  ورکړل سوی واې . خو دواړو د کرملين او دې اسلامي عدالت د خپل ماهيت پر اساس  داسي چپه مېچن  را شروع کړه چې د ګبر اونصارا، دچنګېز او دهلاکو لاسونه يې لا هم تر شا ور وتړل . يوازي د کابل په هره ناحيه کې د اسلامي جهادې ډلو ترمينځ تصفيوي عمليات شروع سوه . د کرملين په امر د غونډيو او تپو دڅوکو نه د ټانکو د مرميو وارونه د پر ډاګ پاتي خلکو او پر سپين ميدان باندي د بې وسلې او بې وسيلې ولس پر سر باندي را وارسوه . � �اکټونه ، بمونه ورباندي و اورېده  او دانسانانو بدنونه او د ککريوکوپړې يې په هوا کې باد سوې ، د ولس پر بيت المال باندي تصفيوي او دلاس تېرېدني عمليات شروع سوه او وطن يو مخي توري دورې ته مخه او چور سوه .  د کابل پر ورانۍ او د اتيازرو بېګناه انسانانو پر شهادت باندي د ای ايس ای  او سي آی اې او د کې جي بي نخشه پلې سوه .  خو د هغوی په اند تصفيوي عمليات  ﻻ ناتکميله  پاته وه . حساب و کتاب تازه شروع سوی وو .لوي ځواکونه تازه زموږ په خاوره کې د خپلو ګوډاګيانو په زور مست سوی وه . دا تصفيوي عمليات تازه نوې بڼه ځانته غوره کړېوه.   هغوی او ټوله چې په دې هېواد کې يې پلانونه ناتمامه پاتې وه  په يوه خوله داخبره  پخوله  چې دا عمليات  بايد د خپل تکامل پړاو ووهي  او دا عمليات بايد  داسي ژر ختم نسي ! ډېرو ويل چې  دا خو د افغانانو ملک دی نو چې حساب برابر نسي کله داسي  تصفيوي عمليات ژر تر سره کېدلاې سي ! هماغه وو چې طالب  را مخته سو يا يې را مخته کړ. هغوی لوړه کړې وه چې سپين تصفيوي عمليات به تر سره کوي او تور به پکښې نه وي  . هغوی په خپلوتورو کارنامو سره ټول هغه بې ريښې افغانان د خپل وحشت  په ښکاره کولو سره پر خپل ځاې کښېنول او يا يې په غارو ننه ايستله ، خو تصفيوي عملياتو لا دوام درلود ! دا پلا وار دناټو او امريکايې دريايې ځمکني او هوايې ځواکونو ته را ورسېد هغوی چې ميدان چغالي وليد نو ټولي وسلې او هغه څه چې خداې و� �کړي وه د شنو ډالرو په زور سره يې  ټول  زموږ پر ولس باندي وکارول څو خپل تصفيوي عمليات په برياليتوب سره تر سره  او دا طالبي ترهګر  او نورنيکټايې داره جنګسالاران  محوه  اوددوی په ظاهري امحا سره زم وږ په وطن کې ځانته  دپوځي اډو زمينه برابره  کړي !  اوس نوبس د تصفيوي عملياتو خبره بل � �اني رنګ واخيست اولا نوره هم توده سوه . پاکستاني جرنيلانو او د هغوی د جاسوسۍ ادارې  هم د پولي د هغه بر او دپولي د دغه بر نه چې خپلي ګټي يې په خطره کې لېدلې  و امريکايانو ته يې ځانونه ببر کړه او يايې ځانونه ښکاره او اټومي اکټ و کړ . په هغه بر کې هم د پښتنو پر سيمو باندي پاکستاني ځواکونه ولوېدل او د ترهګر اوطالب په نامه يې په پښتني سيمو کې تصفيوي عمليات راشروع کړل او دلته د ننه په دې بر کې يې هم جګړه ايزه ناټويې ماشين فعال کړ څو د پښتنو په سيمو کې د خپلو جوړ سويو ګوډاګيانو په مرسته دغه روان تصفيوي عملياتو ته امريکايې او ناټويې رنګ ور کړي، او ژر تر ژره بيا دغه  لړۍ تکميله کړي  . د خوښيو  اوودونو مراسم په وينو کې لژنده کړي،  بې ګناه خلګ او ماشومان  سپين ږيري او ښځي ووژني، مکتبونه ، پلونه او ښارونه بمبارد او په ماينونوکې يې وا� �وزوي،  پر عام ولس  د قيامت ورځ خپره کړي تر څو دا ددريو لسيزو  را روان تصفيوي عمليات و سر انجام ته ورسږي ! خوزموږ خلک چي اوس يې په هر څه سر خلاصيږي  په زغرده دا وايې چې دلته بس يو اټم بم په کار دی چي دا تصفيوي عم� �يات و اصلي منزل ته و� �سوي ! هغوﺉ و امريکايې او ناټويي او پاکستاني ځواکونو ته وايي چې تاسو  ژر دا کار  وکړﺉ څو زموږ  دعام ولس سنه ختمه او ستاسو نخشې پلې سي . خو ددې سره سره  زموږ ولس و دوی ته داهم وايي چي ددې تصفيوي عملياتو په ختمېدو سره به تاسو هم  خپل آرم ان وګور ته يوسی او ددې وطن په اصطلاح  هغه څه به درته  په ګټه کې  پاتې کيږي چې په هغه به يو وخت  حتماً يو څه و  شرمېږﺉ او ستاسو لارويان به هم يو څه ترې زده کړي !!",” تصفيوي عمليات “ ( د ميلاد ليکنه) 3290,داکتر حسن ،لندن," په هغو سترګو کې خمار دالفت پاتي نه شو           ځواني ورځه  اوس دلغزش ضرورت پاتي نه شو               دنظر ژبې ئې کیسې کړې یو پر بله پسې                     ګلابي شونډو ته ئې ځکه فرصت  پاتي نه شو               داسې عادت کړمه قفس دخلوتونو س� �ه                     چې په وزرو کې مې شوق د الوت پاتي نه � �و               چې ئې هوا پلو اوچت کړي مخ په څڼوکړي پټ            په دې مالت  کې د ښکلا  مروت   پاتي نه � �و               چې مو تر منځ شول دبیلتون دکنګلونو غ� �ونه               دا مو په  مینه کې  هغه  حرارت  پاتي نه � �و               مونږ چې لمنې کړې داغونوته خورې ح سنه                دمحبت  په  لاله زار  کې  تهمت  پاتي نه شو داکتر حسن ،لندن ",دښکلامروت 3291,نعمان دوست - کابل," په موټر کې ناست کسان  د يوبل غوږونو ته نږدې شول  ، پټې خبرې تبا د� �ه شوې ، منځ کې پرده ځوړنده شوه . ښځې خو له وړاندې چادريو کې پټې وې ، پردې نه دې خوا نرانو هم دسرونو پټول پيل کړ� �  ، ږير و کې ږمنځې وهل پيل شول  هرچا کوښښ کا و خپله ږيره له نورو اوږده وښيي .   هريوه دسترګو ليدلى حال بيانوه ، چا به وې : پرون يې يو نفر د سرتورۍ په ( جرم )له ژونده بېز ار کړ . بل به غږ کړ : خداى مو ترې ساته ، پرون يې دبازار منځ کې يو ځوان په ډېرو وهلو بې هوښه کړ ، بلا دُره په لاس کسان ترې راتا و   وو ،له هر وار سره به يې ورته همدا ويل : په سنت موکدو شر مېږې ؟ بيا ږيره لنډوې ؟ او ....   دموټر دمنځ دروازې څنګ ته پر څوکۍ ناست ځوان ، دهرې کيسې په اورېدو سره ټکان خوړ، رنګ يې زېړ شو ، کله به يې څادر کې ځان تاو کړ ، بېرته به يې څادر لرې کړ په ږيره يې ډېرې هڅې وکړې خو دسزا ورکونکو په خوښه اوږده نه شوه . دهغه لا هماغه شان لاس په ږيره کې و چې ، موټر ودرېد ، دوه ږيرور کسان چې ول – ول لنګوټې يې په غاړه کې پرتې وې ، دره په لاس را پورته شول .   اخوا دېخوا يې په راوتلو سترګو وکتلې ، په هماغه زلمي چې ديوه سپين ږيري تر څنګ الوتې � �نګه  ناست و نظر ولګېد . لاس کې دره په حرکت راغله ، سترګې نورې هم را ووېستې ، چغه يې کړه : او بدبخته را پورته شه !   هغه ځان غلى کړ .درې والا په ږيره لاس تېر کړ ، ور وړاندې شو ، لاس يې پورته کړه : تاته وايم ! او کوڼه !  دپيغمبر پر سنتو شر مېږې ، پورته شه چې اسلام در وښيم .  هغه لا عذر ته خوله جوړه کړې نه وه ، چې له اوږې يې دوړې  پورته شوې ، په دوتنو يې له موټر نه ښکته کړ    . په هغه � �که دګاډۍ اس دقمچينو باران جوړ و . موټر کې ناستو کسانو پټ – پټ ورکتلې خو چا کې دويلو جرئت نه و . دڅنګ ناست سپين ږير ى ورښکته شو ، په زاريو يې پيل وکړ، ونه شوه ، اخر يې په دواړو لاسونو کې دعذر په خاطر د درې والا مبارکه ږيره ونيوله ، هغه په قهر ، سرته ټکان ورکړ خو ږيره يې دبوډا په لاس کې پاته شوه . نعمان دوست کابل – علوم اجتماعى د ١٣٧٥ کال د وږي٢٠  مه ",شرمېدلى 3292,هدايت الله هدايت - استراليا,"   هدايت الله هدايت - استراليا ( چارشنبه د ١٣٨٥ لمريز کال د غبرګولي ٢۴ ) دشانګهاي د همکارۍ د سازمان سر مشريزه غونډه چې نن د چين د شانګهاي په ښار کې  جوړيږي ويل کيږي چې دا به په سيمه کې  ديوه ځواکمن سيمه ايزه ځواک په لوري  ددې سازمان  يو  غټ اوډېر مهم ګام و ګڼل سي . دغه سازمان چې د خپل تأسيس  په دوران کې د اقتصادي، فرهنګي ، سياسي او سوداګرۍ په برخو کې يې ډېر مهم ګامونه پورته کړي دي او ديوه سيمه ايزه او نړوال سازمان په توګه  خوځيږي  نن سبايې په ټوله نړۍ کې  زياته پاملرنه ځانته را  ګرځولې ده  .   دآسيا مرکزي سيمه  چې د خپل ثروت او باارزښته سټراتيژيکي موقعيت په خاطر  تل د امنيتي ستونزو او ګواښونو س� �ه مخه وه ،ډېرو ليريو او نيژدې  هېوادنو ددې  سيمو و موقعيت او طبيعي ثروت  ته سترګي  لغړولي دي . سوله او امنيت  يې  تل د ستونزو او ګواښونو سره مخه کړېده  .  ددې سيمي هيوادونه اوولسونه  تل دداسي لارو چارو په لټه کې وو چې په داسي يوه تشکل کې  ځان سره راغونډ کړي څو هغوی خپل ملي خپلواکه دولتونه واکمن وساتي ، په خپل مينڅو کې يې سوله او امنيت تأمين کړي  او ددې سيمود � �انجو و هوارۍ ته يوه ملي د حل لاري پيدا کړي . په ظاهره خو د همدې ضرورت پر مبناوو چې  يوه لسيزه پخوا ياني په کال  ۱۹۹۶ کې ددې  سيمې ددوو س� �غنه وو هېوادو په لارښوونه يعني دروسيې او چين لخوا د شانګهاې د همکاريو د سازمان   ډبره کښېښودله سوه . د شانګهای د همکارۍ سازمان چې نن په سيمه او نړۍ کې دسولي اوثبات دتأمين دپاره د خپلو  تلاښو لمن پراخوي ، دخپل حرکت په مسير کې غواړي چې ځان د يوه مهم ځواک په څير و نړيوالو ته را ميدان ته کړي . ددې سازمان د اصلي هدفونو څخه يو هم په سيمه اونړۍ کې  دسولي دټېنګېدو او دثبات د  پراختيا مزي دي . د� �انګهاي د همکارۍ  سازمان د هغه ګواښونو سره چې د اقتصاد د جهاني کېدو په جريان کې را م خته کيږي مقابله کوي او داسي هڅي يې پيل کړي دي  چې ګواکي وبه کولاې سي د  راتلونکي څو قطبي سياسي  نړۍ په جوړېدو کې   مرسته وکړي .   که څه  هم دغه سازمان په لومړي سر کې د چين او د هغه د څ� �ورو ګاونډو هيوادو دپولو  او په کلي توګه د ګډو ګټودرلودونکو  يا مشترک المنافع هيوادونو د لانجو د حل لپاره جوړ سو  خو په را وروسته کې د دې سازمان د فعاليتونو عمده  لوری  وداسي خوا ته واوښت چې د ام نيتی او پوځي اهدافو په درلو دلو سره يې د يوې سيمه ايزه اتحاديې و جوړېدو ته  مخه سوه  .د پخواني شو� �وي اتحاد د پاشل کېدو نه وروسته د مرکزي آسيا هېوادونه ددې سره سره  چې خلکو يې خپ� �واکې  ترلاسه کړه  او خپل مقدرات يې په خپل لاس کې و نيوله خو په دننه کې دډېرو جدي ستونزو او د هغو په جمله کې د امنيتي ستونزو او ګډوډيو سره مخامخ  وه.  دې ګډوډيو د روسيې او چين پر هېوادو هم خپل تأثيرات  ښندله او ددې هيوادو چارواکي په دې فکر کې وه  چې که دې ګډوډيو ته  يوه سالمه او سپينه د حل لاره پيدا نسي نو کېداې سي چې  په راتلونکې کې به و� �ته لويه سرخوږي پيدا کړي . په ظاهره خو همدا بهانه وه چې روسيه او چين يې دېته اړ کړل څو د شانګهاي د همکاريو د سازمان د جوړېدو په فکر کې سي  . البته په را وروسته کې په دغه سازمان کې  د  قزاقستان،قرغيزستان، اود ازبکستان   هيوادونه هم دغړو په حيث شامل سوه   .    په عين حال کې  د مينځني آسيا په هېوادو کې  د امريکا  ګړندۍ نفوذ او د دې هېوادو په دننه کې د امريکا  غزېدل دروسيې او چيني چارواکوته   جدي اندېښنه پيدا کړه . د شانګهاې د همکاريو د سازمان دلاري داسي هلي ځلي پيل سوې  څو په سيمه کې د امريکا پردې ګړندي  پرمختيا باندي محدوديتونه   ولګوي  او د نفوذ مخه يې و نيسي . د شانګهاي د همکاريو سازمان  ددې سيمي  د هېوادوڅخه د واشنګټن د پوځې اډو د ټولېدو غوښتنه هم  ددې تشکل  يو ځانګړی  هدف ګڼلی دی   .دغه سازمان  په خپلو ناستو  کې  تل داسي څرګندوني  کړي دي څو امريکا ته په ډاګه کړي چې هر کله په سيمه کې ثبات او آرامي تأمين سوه نو امريکا بايد چې ددې هېوادونو څخه خپل ځواکونه وباسي  او خپلي پوځي اډې  وتړي  . اوس اوس خو يوازي په افغانستان کې د نه ثبات او دټروريزم د جرړو دايستلو په خاطر  د هغوی  شتون د يوه ضرورت په حيث منل سوی دی  خو په راتلونکې کې کېداې سي چې د همدې سيمه ايزه سازمان  لخوا ستونزي ورته وزېږول سي .چين اوروسيه اوس دواړه  په ګډه داسي  تلاښ کوي چې ددغه سازمان په توانمن کېدو سره دغه سيمه ايزه د هېوادونو اتحاد د قدرت په يوه نوي بلاک را واړوي .  په دې سازمان کې د ايران، هند او پاکستان  د غړيتوب غوښتنه ددې خبري سپيناوی کوي چې دغه سازمان سيمه ايزه او نړيواله اوږد مهاله طرحي لري . نوموړي هېوادونه  د مغولستان په ګډون  راوروسته   پروسږ کال د جولاي په مياشت کې رسماً ددې سازمان د کتونکې غړو په توګه شامل سوه . د شوروي اتحاد د شو په شو کېدو نه را وروسته کله چې په مرکزي آسيا کې  د خپ� �واکو هېوادونو يوه مجموعه را پيدا سوه ،نو د غه هېوادونه د ورته بېلګو او ځانګړتياوو په درلودلو سره د سيمه ايزه امنيتي پيمانو د جوړېدو لپاره يو مناسب پوټنشيل  پيدا کړ . د امريکا په ملاتړ او لارښوونه د "" ګوام "" امنيتي پيمان، د شانګهاي پيمان او دډله ايز امنيت  پيمان ددې پيم انو د جملې نه و ګڼل سوه چې غالباً د سيمې د هې خوا هېوادو د ملاتړ نه  هم برخمن وه . د ب� �ي خوا و ختيځ ته د ناټو د پيمان د سياسي اهدافو غزېدل چې ځيني سيمه ايزه هېوادونه هغه ته د دوه اړخيزه او څو اړخيزو اړيکو کې  د نړيوال امنيتي پيمانو سره تړاو بو� �ي،  په واقعيت کې د نړيوال امنيتي نظام سره  ددې سيمي  اهميت  څرګندوي . همدارنګه  د چين  په ستراتژيکو محاسباتو کې بيا مرکزي آسيا د مختلفو  سياسي، ا� �تصادي او امنيتي  دلايلو په وجه ودې ستر هيواد ته يو ځانګړی ځاې لري  . د چيني کارپوهانو  او څېړونکو له نظره  په يوويشتمه پېړۍ کې به  د مرکزي آسيا د هېوادو په مابين کې  ام نيتي همکارۍ، د لويو قدرتو نو رقابت ، د نفتو او غازو د منابعو پر سر سرشکونه او د دسيمي د بې ثباته کولو دپاره د ټروريزم  د هڅو نقش به زښت زيات زياتوالۍ و مومي  . په داسي حال کې چې چين او روسيه په مينځني آسيا کې د خپلو امنيتي همکاريو مزي نور هم ټينګوي خو په عين حال کې و امريکا ته  هم ډاډ او تضمين ورکوي چې په دې ارزښتناکه سيمه کې دهغوی په مابينځ کې  خپل مينځي  جوړ جاړی او د اهدافو پر سر توافق ، د امريکې د ګټو د له م ينځه وړلو په خاطر و نه ګڼي  . خو ددې سره سره  څرنګه چې ام� �يکا په دې سازمان کې غړيتوب نلري  په واشنګټن کې ځيني  باخب� �ه منابع په دې باور دي چې امريکا ددې سازمان د اهدافو او د هغه د لوري د ټاکلو نه ډېر زيات اندېښمن دی . د ځينو کار پوهانو په عقيده دغه سازمان د شمالي اتلانتيک پيمان يعنی ناټو په مقابل کې د يوه توازن په څير  ګڼل کيږي چې  سر را پورته کوي،   خو ځيني بيا وايې چې د امريکا د اندېښنې علت ځکه ډېر دی چې ويل کيږي دغه سازمان پخپله  په سيمه کې د امريکا د نفوذ سره د مقابلې په خاطر ايجاد سوی دی . د چين جمهور رييس هم په پيکنګ کې واشنګټن ته تضمين ورکړی دی چې د شانګهاې د همکاريو سازمان په مينځني آسيا کې د امريکې د ګټو له مينځه وړل په پام کې نلري . هغه ويلي دي چې دغه سازمان په سيمه او نړۍ کې د سولي او ثبات د تأمين لپاره غواړي  يو رغنده ځواک واوسي . نن چې دهيوادو سره   د  ايډيالوژيکي اړيکو پر م بنا دوستۍ  د ډېرو ککرۍ و خوړلې، په تاريخ کې وشرمېدل او لوی  � �وی ناورينونه يې را مينځته کړله،  په کلي توګه اوس ددې سيمي هر هېواد تلاښ کوي چې په دې يا هغه  سازمان کې د غړيتوب په ترﻻسه کولو يا نه تر لاسه کولو کې تر هر څه دمخه نه ايديالوژيکي باورونه بلکه خپلي  ملي ګټي او تاريخي سوله ايزه ملي مسؤليتونو ته وګوري او دملي  ګټو و تأمين ته  د  لومړيتوب  حق ورکړي  . لکه څنګه چې  د شانګهاي د همکارۍ سازمان غړي او کتونکې په دې باور دي چې امنيتي، سياسي اواقتصادي اړيکي د متقابلو ګټو د منلو په چوکاټ کې  کولاې سي  پراختيا ومومي نو ددې  سازمان غړي هيوادونه هم که ودې اصل ته صادقانه پاملرنه وکړي  کېداې سي چې د سيمي و  راتلونکي  او دسولي او ثبات په تأمين کې به غوښنه او مغزنه  ونډه واخلي . اخځونه : ددې ليکني په سمونه کې دلوموند ديپلوماتيک،  مهر ، بي بي سي ،او ځيني نور معتبره اروپايې سايټونه استفاده سوېده   ",د شانګهای د همکارۍ سازمان او هدفونه 3293,," د اطلاعاتو او کلتور وزارت نوي نشراتي معين دين م حمد مبارز راشدي تېره ورځ خبري رسنيو ته ويلي چې په دغه وزارت کې د خپل کار له شروع سره سم به لومړى د هغه ستونزې مخنيوى کوي ،چې په دغه وزارت د څو کلونو را په دېخوا نيوکه ده چې د ژبو انډول نه ساتل کېږي ،دين محمد مبارز را� �دي د سرپل ولايت اوسېدونکى او د پخواني وحدت د ګوند وياند وو . ",مبارز راشدي : د ژبو انډول به سم کړم 3294,," ", 3295,,"   دپکتیکا والي ډاکټر اکرم خپلواک ویلي چې ددغه ولایت دبرمل په ولسوالۍ کې څلور تنه ملکي وگړي وژل شوي او اتلس نور ټپیان شوي نوموړي دا مرگ ژوبله په پاکستاني پوځي سرتیرو اچولې چې ددوی له لورې پیښه رامخ ته شوې خو پاکستان په تیر کې دا ډول تورنه رد کړي. پکتیکا ولایت هم یو له نارامو ولایتونو څخه دی چې کله ناکله ترې دتاوتریخوالي راپورونه ورکول کیږ ي. ",پکتیکا کې څلور ملکي وگړي وژل شوي. 3296,," ", 3297,,"   نن سهار دکندهار دهوایي ډگر دکارکوونکو په موټر کې ځانمرگی برید شوی چې لامله یې ١٠ تنه وژل شوي او له ١٥ زیات ټپیان شوي. ",په کندهار کې ځانمرگی برید شوی. 3298,,"   تیره ورځ دکورنیو چارو وزارت ته دمتحد ایالاتو له لوري ۸۵۶۷ په شمیر بیلابیلی نقلیه واسطې چې ټولیزه بیه یې ۲� �۴ میلیونه امریکایي ډالره کیږي دپولیسو دلا پیاوړتیا په موخه ورکړل شو. دکورنیو چارو وزیر ضرار احمد مقبل وویل چې دا مرسته به له پولیسو سره زیاته مرسته وکړي تر څو اغیزمن رول ولوبوي نوموړي له متحدو ایا� �اتو مننه وکړه. په افغان پولیسو پدې وروستیو کې نیوکې وې چې دامنیت په خوندي کولو کې پاتې راغلي او له پیښو سره چلند نشي کولای.  ",امریکا کورنیو چارو وزارت سره دموټرو مرسته وکړه. 3299,,"   طالب ویاند یوسف احمدي وویل چې په کندهار کې ننۍ چاودنه طالبانو کږې نوموړي وویل ځانمرگی برید نه وه او بمونه یې له پخوا په موټر کې ځای په ځای کړي وه نوموړي دا هم وویل چې له چاودنې یې موخه هغه کارکونکي ول چې په هوايي ډگر کې یې له امریکایانو سره کار کاوه خو دمیرویس روغتون ډاکټرانو ویلي چې ډېرې ټپیان ولسي وگړي دي. ",طالبانو دکندهار دچاودنې مسولیت په غاړه واخیست. 3300,,"   عیني شاهدانو وویل چې تیره شپه دزابل په شاجوی کې دطالبانو او امریکایي ځواکونو په جگړه کې دوی دوه امریکایي موټر سوزیدلي لیدلي عیني � �اهدان دا هم وایي چې دپولیسو یوه امنیتي پوسته هم طالبان ویجاړه کړې چې ددوی په وینا درې پولیس وژل شوي خو ام� �یکایانو او کورنیو چارو وزارت لا تراوسه څه ندي ویلي. ",دزابل په شاجوی کې دوه امریکایي موټر سوزول شوي. 3301,," ", 3302,,"   دغزني ولایت دمقر ولسوا� �ۍ مشرانو تیره ورځ په دغه ولایت کې دولایتي بیارغونې ټیم PRT  چارواکو سره په لیدنه کې د پي ار ټي چا� �واکو ورسره ژمنه وکړه چې ددغه ولسوالۍ سره به دښوونځیو، روغتونو، سرکونو او کاریزونو په جوړونه کې مرسته وکړي. ",دغزني دمقر ولسوالۍ سره دبیارغونې ټیم مرسته کوي. 3303,,"   دغه پلاوی چې پکې دکو� �نیو، دفاع، عدلیي وزارتونو او دملي شورا او لوې څارونوالۍ غړو برخه لرله دگوانتنامو زندان له لیدنې وروسته کابل کې ددغه پلاوي مشر عبدالجبار ثابت خبري ناستې ته وویل چې ډیر زر به ٩٤ بندیان له دغه زندان نه خوشې شي نوم وړي دا هم وویل چې له بندیانو سره چلند دا اندیښنې وړ نه وه نوموړي دا هم وویل چې یو شمیر طالب مشران هم پدې زندان کې وه.  ",له گوانتنامو راستون شوی افغاني پلاوی ډېرې هیلې لري 3304,,"   ناپیژاندو وسلوالو تیره شپه دفاریاب ددولت اباد دولسوالۍ دامنیه په قومندانۍ برید کړی چې لامله څه مرگ ژوبله نده رامنځته شوې خو دفا� �یاب والي لطیف ابراهیمي ویلي چې پدې اړه پلټنې روانې دي. ",دفاریاب دیوې ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ برید شوی. 3305,,"   ناپیژاندو وسلوالو تیره شپه دغزني دمرافعه محکمې مرستیال قاضي جان محمد له کوره لومړی باندې له ځوان ځوی سره یوځای ویستلی او بیا یې وژلی خو ځوان ځوی یې یرغمل نیولی. قاضي جان محمد پخوا دسیاف په گوند اتحاد کې کار کاوه خو دطالبانوپه وخت کې په کور ناست وه. ",دغزني دمرافعه محکمې مرستیال وژل شوی. 3306,,"   نن سهار اته بجې په سیمیز وخت دسریلانکا شمال ته، یو بس موټر په یوه ماین وخوت او له امله یې ٦٢ سپرلۍ وژل شو ي او له څلویښتو ډېرې سپرلۍ ټپیان شوي. دسریلانکا حکومت وايي چې دا کار مخالفو دتامیل ډلې کړی خو بیا مخالفین دا تور � �دوي. ",دسریلانکا په بس چاودنه کې ٦٢ تنه وژل شوي. 3307,,"   دهلمند امنيه قومندان نبي ملاخيل وايي چې ددغه ولايت داستخباراتو يو كاركونكی علاوالدين نن غرمه دناپيژاندو وسلوالو په ډزو په لښك� �ګاه كې وژل شوی طالبانو دپيښې پړه منلې. ",په هلمند كې داستخباراتو يو كاركونكی وژل شوی. 3308,میرویس جلالزې,"    دا خب� �ه د روسيه ولسمشر ولاديميرپوتين په چين كي د  ايران له ولسمشر محمود احمدي نژاد سره تر خبرو اترو وروسته څرګنده كړه. پوتين خبريالانو ته  وويل چي ايران اوس له هر بل هيواد سره خبري كول غواړي خو چي ګواښونه پكي نه وي. خو د روسيې ولسمشر دا ونه ويل چي دا خبري به څه وخت پيل شي . امريكا ، اروپايي ټولنه او ځيني نور هيوادونه ايران په دي تورنوي چې غواړي اتومي وسلې تر لاسه كړى خو ايران دا نه منې. ",ايران د خپل اتومي پروګرام پر سر خبرو ته چمتو ده 3309,ميرويس جلالزې,"  د بريټانيا نوي وزير چي په دي نژدو ورځو كي يي له افغانستان څخه ليدنه كړي وو او خپل هيواد ته رسيدلي وو دا خبره يي د ۵ شنبي په ورځ وكړه. ښاغلي ديس براون وويل چي دا سرتيري به يي د كندهار په هوايي اډه كي ځكه ځاي پر ځاي شي چي هلته له مي� �ته ايتلافي پوځيانو سره مرسته وكړي. دم ګړي په دي هوايي اډه كي امريكايي ، رومانيايي، افغان او كاناډايي سرتيري د امنيت خيال ساتې. ",۱۳۰ برتانوي سرتيري به د كندهار هوايي اډي ته راورسيږي 3310,," ", 3311,ميرويس جلالزې," د نومړي ښار استخباراتي مامورين وايي پيښه هغه وخت رامنځ ته شوه كله چي مخ پټو په موټر سايكل سپرو د بريښنايي وسايلو په يو پلورنځي كې په پوليسو بريد وكړ. په دي بريد كي دوه پوليس او يو ملكي وګړي وژل شوي دې. چارواكې وايي بريد كونكو غوښتل يو لوړ پوړې حكومتي مامور تر بريد لاندي راولې خو هغه روغ وتلې. ",په كراچې كې پوليس وژل شوې 3312,ميرويس جلالزي," په هغه دوه ورځني كار ځاي كې چې د نوموړي موسسي د ريسي ميرمن جن مكارچر او د نې موسسي د عمومي ريس ښاغلي مجيب خلوتګر په مرسته په لاره اچول شوي وو د كابل او ګڼو ولايتونو د راديو ګانو ، تلويزيوني شبكو ،چاپي رسنيو  خبريالان ، مديران ، او د كابل پوهنتو د ژورناليزم د پوهنځي استادانو پكي ګډون كړي وو. په دي كار ځاي كي په لمړي سر كي له ګډون كونكو د هغوي د كړنو په اړه نظر پوښتنه وشوه چې وروسته بيا د راتلونكو دريو كلونو په پلانونو او د رسنيو په وړاندي په پرتو خنډونو خبري وشوي . په دي وركشاپ كي د امريكا د پرمختيايي اداري  لوړ پوړو چارواكو هم خبري وكړي هغوي د خبريالانو ځينو پوښتنو ته په ځوابو كې وويل چي دوي نه غواړې تر ابده له رسنيو ملاتړ وكړي  ځكه په دي صورت كې د رسنيو خپلواكي تر سوال لاندي راځي . خو دا يي وويل چي د انټرنيوز شبكه چي ۳۱ سيميزي اف ام راډيو ګاني يي  جوړكري تر دريو نورو كلو هم له دوي نه پوره پيسې تر لاسه كولاي شې. ټاكل شوي چي د خبريا� �انو له خواه په وركړ شويو نظرونو به ډير ژر يو راپور چمتو شي او ګڼو راډيو ګانو او دولتي او غير دولتي موسسو ته به په واك كې وركړ شي.   ",انترنيوز افغانستان به خبريالان يوازي پري نږدي 3313,ميرويس جلالزي," دا ټكی د ايران مذهبې مشر  ايات الله علي خام نه يي د پنجشنبې په ورځ څرګند كړ. هغه وايي چي د ځوانو ايراني ساينس پوهانو هڅي به رواني وي او دا ځكه چي دا د ايرانيانو خپل طبيعي حق ده. هغه له بهرنيو هيوادو څخه په دي هيواد باندي اچولي زورنو بي معني وبل� �. ",ايران به خپلي اتومي منډي ونه دروي 3314,," ", 3315,ميرويس جلالزي," د امريكا د دفاع وزارت له خواه په خپره شوي خبر پاڼه كي دا شميره ښودل شوي ده. له ۲۰۰۳ ميلادي كال راهيسي كله چې امريكا په عراق بريد  وكړ نو د ټپيانو امريكايې سرتيروه شميره هم ۱۸۴۹۰ تنو ته ورسيده. په دي نښتو كي  د لسو زرو تنو عراقي وګړو  د مړيني خبرونه هم خپاره شوي دي. له بل لوري د عراق د كورني امنيت سلاكار موفق الربايي ويلي چي اوس نو د القاعده د ډلي د لمينځوړلو د پيل ګامونه پورته شوي دا ځكه چي دوي مهم اسناد د دي تروريستي ډلي په اړه تر لاسه كړي دي. هغه  په عراق كي د تروريستانو د له مينځوړلو د پيل  ورځ د ابومصعب الزرقاوي د مړيني په ګوتو كړه .   ", په عراق كې پوره ۲۵۰۰ امريكايي سرتيري وژل شوي 3316,انجنېر زکريا- هالنډ," انجنېر زکريا -هالنډ۲۰۰۶/جون/۱۴ څو ورځي مخکي مي دبی بی سی راډيو د يوه خبريال سره د اط� �اعاتو، کلتور، ګرځندوی او ځوانانو د چارو دسر پرست وزيرښاغلي سيد مخدوم رهين مرکه واو� �ېده. ښاغلي رهين د خپلي مرکې په ترځ کي وويل، چي د افغانستان ولسمشر ښاغلي حامد کرزی ژمنه ور سره کړېده، چي دی به يوځل بيا د نوموړي وزارت دچوکی د نيولو لپاره ولسي جرګي ته د تائيد لپاره ور پېژني . چي رښتيا سي دې خبري زه هم يوه اندازه اندېښمن کړم، چي ښاغلی رهين ولي ددغه وزارت پر چوکۍ دوم� �ه مين دی ، چي د بېلابېلو لارو نه پر ښاغلي کرزی فشار راولي ، چي د يوې بلي  دورې لپاره هم دغه چوکۍ و نيسي ؟ ده خو په تېرو څوکلنو کي د افغاني کلتور دودي لپاره نه يوازي دا چي کوم ارزښتناکه کار نه دی کړی، بلکي دولتي راډيو او ټلويزيون اورېدونکي او کتونکي ، د هغوی دنا سمو خپرونو له امله پر کمېدو دي ، دتاريخي اثارو قاچاق او کيندني په پوره زور سره دوام لري ، پر ليکوالو او ژورنالستانو بېلابېل فشارونه راوړل کېږی او د بيان دازادۍ په وړاندي د خپل دولتي واک نه په ناوړه ګټه اخستلو سره ، بل ډول فکر کونکي کسان او د ښاغ� �ي رهين انتقاد کونکي ، څارنوالۍ ته استول کېږي اوپر افغانانو د نورو د کلتور د تپلو پړه ئې هم پر غاړه ده . په تېرو څه د پاسه څلورو کلنو کي دولتي راډيو او ټلويزيون ددې پر ځای چي داسي خپروني وکړي ،چي د افغانانو تر مېنځ ملي يو والی، دوستي او ورورولي ټينګه کړي ، بې اتفاقيو او دښمنيو ته ئي لا نوره هم لمن وهلې ده او راډيو او ټلويزيون خپله ملي ضد او افغاني ضد پاليسي مخ ته بيائي ( يوه روښانه بيلګه ئي د المان نه د فوټبال د لوبو په پښتو ژبه خپرولو سره د راډيو او ټلويزيون د نوي رئس نجيب روشان مخالفت دی ) دا لړی کېدای سي چي نوره هم اوږده شي ، خو زموږ ټول هيواد وال په هغه خبر دي ، ځکه نو اړتيا ئي نه ليدل کېږي .. دغه راز کله چي د ښاغلي کرزی له خوا د راډيو او ټلويزيون د پاليسيو د جوړلو او سمولوپه موخه يو کميسيون جوړ سو او مشري ئي د هيواد د يوه پوه او خواخوږي افغان ښاغلي موسی معروفي ته وسپارل شوه ، نو ښاغلي رهين ور ته داسي شرايط را م ېنځ ته کړل چی دغه کميسيون ئي په نطفه کي دمېنځه يو وړ او ميدان بيا هم ده ته خالي سو. خو د نجيب روشن د مقرری سره ئي بيا مخالفت ونه ښود، داځکه چي هغه هم دده غوندی د تعصب نه ډک يو سړی دی . دغه راز سيد مخدوم رهين دا طلاعاتو او کلتور وزارت خپل يو شخصي مال ګڼلی او هر څه چي ئي زړه غوښتی  هغه ئي کړي دي او د وزارت په چارو کي د هيڅ چا سره نه مشوره کوي او نه ئي خبرو ته غوږ نيسي . له همدې امله د ښاغلو مبا� �ز، زرياب او سانچارکي لخوا دنوموړي د خودسريو په وړاندي د احتجاج په توګه د استعفي کول دی. خو دلته پوښتنه دا را پيدا کېږي ، چي د دومره نا سمو کارونو سره سره، ولي ښاغلی رهين بيا هم پر دغه څوکۍ ټينګ ناست دی؟ آيا خبره داده ،چي په هيواد کي قحط رجال دی؟ آيا بل هيڅ څوک نشته چي ددغه وزارت چاري دي پر مخ بوزي ؟ که چېري داسی وي ، چي ددغه وزارت چاری په ټول افغانستان کي يوازي او يوازي ښاغلی رهين مخ ته بيولای سی ، بيا نو د يو ناڅاپی پېښي او يا ناروغی په پايله کي د نوموړي د نه � �تون په صورت کي به د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مېنځه ځي ؟ هيڅکله نه. موږ د کلتور په برخه کي ډېرپياوړي کسان � �رو، چي په رښتيني توګه غواړي افغاني کلتور ته چوپړ وکړي او د هغوی د وړتيا او پوهي  نه بايد کار واخستل سی او ناکامه او وړ نه کسان بايد پر دولتي څوکيو پاته نسي . دا کار به په هيواد دداسي سسټم د را مېنځ ته کولو سره مرسته وکړي، چي هر څوک به هيواد او خلکو ته د چوپړ کولو لپاره سيالي کوي خو برعکس به ئي بيا دغوړه مالانو لپاره ښه زمينه برابره کړي اوپه يوه مقام کي دپاته کېدو او يا هغه ته درسېدلو په موخه به کله ځان په يوه او کله په بل پوري مښلوي ،چي دا کار خپله په هيواد کي دواسطه بازيو او اداري فساد لپاره شرايط برابروی . يوه بله مهمه خبره داده، چي ولسي جرګې دافغانستان داوسنيو حساسو شرايطو په پام کي نيولو سره ، دولسمشر سره د مقابلې لاره و نه نيوله ، بلکي د ولسمشر کرزي له خوا وړاندي شوې کابينه ئي په لوی اکثريت ومنله او د کړکېچ مخه ئي ونيوله . خو پنځه تنو کانديدو وزيرانو ته ئي ، چي وئي نه سوای کړلای د ولسي جرګې د وکيلانو قناعت تر لاسه کړی ، د نه تائيد رايه ورکړه او په دې توګه ئي د کړکېچ د را مېنځ ته کېدو مخه ونيوله . اوس داسي ويل کېږي ، ( آن دبي بي سي راډيو د خبريال سره د مرکې په ترځ کي هم ښاغلي رهين وويل ) چي ښاغ� �ي کرزی ژمنه ور سره کړېده، چي ددوهم ځل لپاره به ئي بيا هم د اطلاعاتو، کلتور، ګرځندوی او ځوانانو د چارود وزير چوکی د نيولو لپاره ولسي جرګې ته ور پېژني . که چېري دا کار وسي نو دا به ددې مانا ولری چي : - ولسمشر کرزی غواړی د ولسي جرګې سره د مقابلې لاره خپله کړي اوکه په راتلونکي کی که د حکومت او پارلمان تر مېنځ تاوتريخوالی را مېنځ ته کېږي، نو مسؤليت به ئي هم د ښاغلي حامد کرزی پر غاړه وي . ولسي جرګې خو د ملي مسؤليت او احساس دلرلو په روحيه او د تقابل د مخنيوي په موخه د ولسمشر له خوا د وړاندي سوي کابينې اتيا په سلو کي کسانو ته د تائيد رايه ورکړه. ښاغلو امين فرهنګ او مخدوم رهين خو په تېر څه د پاسه څلور کاله ددغو وزارتونو په چوکی کار کړی و او خلکو ته ئې نا کامې !؟ څرګندي وې، ځکه ئي نو نوموړو ته د رد رايه ورکړه او درو نورونوم آندو وزيرانو هم ونه سوای کړلای د وکيلانوپوښتنو ته سم د قناعت وړ ځوابونه ووائي ( که څه هم هغوی کېدای سی ډېر پوه او وړ خلک به وي )، ځکه نو هغوی هم د تائيد را يه تر لاسه نه کړه، چي دا د پارلمانونو لپاره يوه عادي خبره ده. اوس چي ښاغلی کرزی غواړی رد سوی سيد مخدوم رهين يو ځل بيا د نوموړی وزارت د چوکی لپاره ، ولسي جرګې ته ور وپېژني ، نو دا کولای سي خورا زياتي ستونزي را مېنځ ته کړی. لومړی ـ که چېري يوازي سيد مخدوم رهين ددوهم ځل لپاره ولسي جرګې ته د اطلاعاتو، کلتور، ګرځندوی او ځوانانو د چارو دنوم � �ندي وزير په توګه وړاندي کېږي، آيا دا به دنورو څلورو رد سوؤ وزيرانو په وړاندي د سکه او ميرې زی چلند نه وي ؟ ځکه دوی پنځه واړه يو ځای رد سول، نو ولي يوازي رهين ددوهم ځل لپاره بيا ولسي جرګې ته وړاندی کېږي او نور نه. دوهم ـ که چېري ټول پنځه واړه رد سوی وزيران يو ځل بيا ولسي جرګې ته د تائيد رايي د تر لاسه کولو � �پاره وړاندي کېږي، نو په دې صورت به بيا ولسي جرګه د لاندي ستونزو سره مخامخ کېږي : ۱ ـ که چېري دا ځل دغو پنځو واړه رد سوؤ وزيرانو ته د تائيد رايه ورکوي، نو دوی به بيا د خلکو دغو پوښتنو ته څه ځواب وائي چي ولي دوې مياشتي مخکي ئي هغوی ته د رد رايه ور کړه ؟ آيا ولسي جرګه داسي ارګان دی، چي خپله اراده نه لري او هر هغه څه چي ولسمشر ور ته وائی ، هغه به کوي؟ آيا دا به د ولسي جرګې اعتبار او حيثيت ته نه جبران کېدونکی زيان ونه رسوي ؟ آيا ولسمشر غواړي داسي پارلمان ولري، چي په څرګند ډول د هيڅ ډول ارادې خاوند نه وي او خلک هغه ته د و� �سمشر جېبي پارلمان ووايي ؟ آيا شپږه ددې وړتيا لري چي پوستين دي ورته وسوځول سي؟ ۲ ـ که چېري پارلمان دوهم ځل هم دغو( مخکي رد سوؤ) نوم آندو وزيرانو ته د نه تائيد رايه ورکوي، نو دا به خبره په څرګند ډول د حکومت او پارلمان تر مېنځ تاوتريخوالي، لانجو او شخړو ته بوزي، چي دافغانستان په اوسني حالت کي دغه ډول لانجې او شخړي ډېر زيان رسولای سي او مسئوليت به ئي بيا هم دښاغلي حامد کرزي پر غاړه وي، ځکه چي دولسي جرګې وکي� �انو خپله نېکه اراده او ملي احساس ، په مخکي ځل کي ښودلی وؤ.په دغه صورت کي به د ولسمشر اعتبار او اُتوريتې هم � �وی زيان ورسېږي . اوس نو دا سوال پيدا کېږي ، چي ولي ښاغلی کرزی ددومره ناوړه پايلو د لرلو سره س� �ه ، داسي کارکوی او ولي هغه کار کوي ، چي ناوړي پايلي ئي مخکي له مخکي څرګندي دي؟ په دې اړوند داسي ويل کېږی ، چي د ډېر پخوا نه سيد مخدوم رهين او امين فرهنګ ځانونه پخواني پاچا محمد ظاهر شاه ( د ملت بابا )  ته نژدې کړي دی او د هغه له خوا نه پر ښاغلي کرزي ف� �ار راولي، چي دوی يو ځل بيا ولسي جرګې ته د وزيرانو په توګه ور وپېژني . که چېري دا خبره سمه وي نو بايد د ملت بابا ته داوار وپوهول سي او قناعت ورکړل سي، چي دغه خلګ افغان ملت ته ( چي دی ئې بابا دی ) چوپړ نه کوي ، ځکه نو بايد د نوموړو د ملاتړ نه لاس واخلي او که ښاغلی کرزی د ملت دبابا مشورو ته ډېر غوږ نيسي ، نو بيا دي هيله ترې نه وکړي، چي داسي بل څوک ورته معرفي کړي چي افغان کلتور ته چوپړ وکړي ، نه د پرديو هغه ته . که چېری ولسمشر دغه ډول کسان ګمارلای نو د ملت بابا خپله هم بايددهغو دمقررۍ سره مخالفت کړی وای او ددغه ډول تېروتنو پايلو ته ئي متوجې کړی وای . له بله پلوه دا ډول اوازې هم خپرې دي چي ګواکي داېراني چارواکو لخوا هم د ليدنو کتنو په وخت کي، ښاغلي کرزي ته د سيد مخدوم رهين په پلوي يادوني سوي دي . زما په � �ندپه ټولو پورتنيو حالتونو کي او د افغانستان د ملي ګټو په نظر کي نيولو سره ، ښاغلی سيد مخدوم رهين نه بايد ددوهم ځل لپاره د اطلاعاتو، کلتور ، ګرځندوی او ځوانانو د چارو وزارت ته د نوم آندي په توګه ولسي جرګې ته ور وپېژندل سي. که چېري دا کار وسي ، نو هغه به په راتلونکي کی دډېرو ستونزو او ناخوالو سبب سي . زه هيله من يم چي ولسمشر  کرزی د خپلي پوهي او سياسی تدبير له مخي د ټولو فشارونو سره سره ، دا کار ونه مني او د راتلونکو ناندريو، شخړو او آن بحرانونو مخه ونيسي.   ",ايا يوازي (رهين مخدوم)دغه وزارت پر مخ بېولاﺉ سي ؟ 3317,سید حسن پاچا ، اکسفورډ," سید حسن پاچا ، اکسفورډد ډې� �ې خواشينۍ خبره ده چې هره ورځ زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د مرګ او ژوبلې خبرونه اورېدل کېږي. هر لوری دعوه کوي چې نن مو دومره طالب جنګيالي ووژل او طالبان بيا وايې چې نن مو دومره امريکايان، کاناډايان او نور بهرني عسکر ووژل. ډېره بې قضاوته او بې انصافه خو لا دا ده چې په دې مينځ کې ولسي خلک د دواړو لورو له خوا وژل کېږي چې يو � �وری يې په طالب جنګياليو کې حسابوي او بل لوری يې بيا پر امريکايانو کې حسابوي. ډېره دردوونکې خو لا دا ده چې که هر يو لوری خپل تلفات وويني، نو بيا خپل تلفات په ولسي وګړو پاکوي چې ولسي وګړي ووژل شول، نو ولې دېته له مخکې نه فکر نه کوي. او واقعا چې په هره بمي چاودنه او يا بمبارد کې خامخا ولسي خلک وژل کېږي،کورونه يې ورانېږي او ژوند � �ه لاسه ورکوي.دا چې اوس د اتلافي ځواکونو وياند مېجر توماس څرګنده کړې او ويلي يې دي چې دوی به خپل نوي عمليات په څلورو ولايتونو هلمند، کندهار، ارزګان او زابل کې پيلوي او يوولس زره يوځيان يې ورته تيار کړي دي چې په پ� �اخه کچه يوځايي عمليات ترسره کړي چې د دوې په اصطلاح د دوی مخالفين (طالبان) ونه شي کولای چې يو بل ته سره لاس و� �کړي او هرڅوک به په خپلو ولايتونو او ساحو کې مصروف وساتي. دا د ښاغلي کرزي ملي او اسلامي مسووليت دی چې بايد هېواد له داسې يرغلونو، حملو او تهاجمو څخه په کلکه وساتي او هم د نړيوال اتلاف ذمه واري ده چې بايد د افغانانو کلتور، فرهنګ او تاريخ ته په دقيقه توګه وګوري. تاريخ شاهد دی ډېرې داسې پېښې شوي ولېکن هېچا خپل ارمان نه دی پوره کړی. يا يې خو خپل ارمان نيمګړی ګور ته وړی او يا شرميدلي وتلي دي. ښه لاره يې دا ده چې له هغې مرجع سره چې ترې تم ويلېږي مستقيما په ډاګه خبرې وشي او ورته په وضاحت وويل شي چې د دې خلکو له تمويل څخه لاس واخله. کنه خپل انجام به دې خراب وي او هغوی ته يو څه قناعت ورکړل شي. او دا کار خپله امريکايان او انګرېزان کولای شي چې دا اطمينان ورته ورکړي ځکه چې کيلي خو يې له همدوی سره ده. دا قناعت بايد په دې مانا نه وي چې ګوندې اوس بيا ورسره د ډيورن � �اين مساله خلاصه شي، بلکې هغوی ته خپله بقا هم مهمه ده چې يو خوا ته يې په کشمير کې ګوتې اچولي او له بلې خوا يې په افغانستان کې، نو په داسې معاملو کې اخر انسان شکېږي. امريکايان او انګرېزان دې په دې کار له منافقت څخه کار نه اخلي که صداقت وکړي، نو دا به د دوی په ګټه وي او که کوي يې، نو دوی ته به يې هم تاوان وي موږ خو بې له هغې په کې کښېوتي يو او اوبه مو له سره تېرې شوي دي، خو دوی به هم راسره ډوب وي او د وتلو لاره به يې نه وي.يوه پوښتنه � �اپورته کېږي چې د داسې کلماتو او اصطلاحاتو په کارونه لکه په غره د يرغل عمليات او يا يه لکه په کونړ کې د غره زمری او همداسې په ځېنو نورو ځايونو کې. له دې خو ښکاره جوتېږي چې دوی دې خاورې ته د سولې او امنيت لپاره نه ، بلکې د تهاجم او يرغل لپاره راغلي دي او د دې خاورې اشغال ته يې نيت دی که څنګه؟ د يرغل او امنيت خو دواړه متضادې کلمې دي چې يو له بل سره په ټکر کې راځي که دوی د امنيت لپاره دلته راغلي وي، نو بيا ولې داسې کلمې استعمالوي چې افغانان ورسره حساسيت لري. که وي، نو بيا القاعده او طالب ولې بهانه او پلمه کوي په ډاګه دې يې ووايې لکه څنګه چې له ځېنو کړووړو څخه داسې ورو ورو راښکاره کېږي. دا خلک چا راپيدا کړل او چا رشد ورکړ او اوس پرې ځوروي څوک او سزا چا ته ورکوي؟ دا درسته خبره نه ده چې يو څوک دې څوک رامينځته کړي او چې بيا ترې بغاوت وکړي، نو پر بېوزله هېوادو دې يرغل کوي او هغوی دې تسخيروي او نور بېګناه خلک چې نه په ښو خبر دي او نه پر بدو بيا دې هغوی د دوی د اور په لمبو کې سوځېږي دا بالکل ظلم دی، نه اجتماعي عدالت دی، نه ډېموکراسي او ازادي. خلک په دې ښه پوه دي چې دلته په انګليستان کې د ابوحمزه مصري د يو ميليون پونډو پانګه کنګل شوه. دا پيسې له کومه شوې ايا دا پيسې دې له مصره راوړې وې او که دا هغه د رېوارډونو او انعامونو پيسې وې چې د همدوی له خوا ورته د روسانو سره په جګړو کې د انعام په توګه ورکړل � �وې او نن ترې بېرته واخېستل شوې او نن د يو ترورېست په نوم بندي دی. پوښتنه دا ده چې نوموړی خو مصري تبعه دی او د� �ته کډوال شوی دی نوموړی خو لومړی پاکستان ته او له هغه ځايه افغانستان ته او چې جهاد ختم شو، نو بيا بېرته همد� �ته راغی او هېڅ خپل هېواد ته ستون نه شو. دا چې دوی اوس راايسار کړی دی او نه يې پرېږدي، نو ولې يې پرېښوولو چې پر افغانستان کې جهاد وکړي. دا خو يوه سلسله مراتبو ته اړتيا ليدل کېږي چې نوموړی څنګه او د چا له خوا لېږل شوی وو او که همداسې هوايي راغلی وو او همداسې ورپسې هغه بل مشر راواخله. دا مسايل ټول روښانه دي ولې زموږ ملت بايد نور په تصفيوي ، د غره په يرغل عملياتو په نوم او په نورو مختلفو پلمو او يرغلونو ونه وژل شي. هره پټه او ګونګه خبره چې ده هغه بايد همدوی په خپلو کې سره حل وفصل کړي او زور يې نور زموږ غريب او مظلوم ملت ته راونه وځي.طالب لوری هم بايد دا درک کړي چې نن ورځې د شنګهايي سازمان د پرمختګ په لور روان دی او په ښکاره خو د امنيتي، سياسي او ا� �تصادي اړيکو د لا پياوړتيا په محور راڅرخي، ولې په راتلونکې کې شايد د شمالي انتلانتيک د ناټو ځای ونيسي. له ب� �ې خوا د ښاغلي بش سفر هند ته يعنې د هند او امريکا اړيکي پراختيا موندل او د چين او روسيه نزدې کېدل سره په رات� �ونکې شايد نور ډېر ليرې اهداف او پلانونه ولري او ممکن چې ويې لري. نو طالب لوری دې يوازې دا مسايل په افغانستان کې د آی ايس آی د يو څو جنرالانو په لارښوونه په اسلام پورې منحصر نه کړي او نه د اسلام مبارک دين داسې يو محدود دين دی چې هرڅه يې په خپل يو محدود چوکاټ کې منحصر ساتلي دي. د اسلام مبارک دين تر تر هرڅه د مخه د اقتصاد لوري ته زياته پاملرنه کړې چې ښکاره مثال يې د مصر د قحطۍ مسأله ده چې په قرآن عظيم الشان کې ورته الله تعالی د سورت يوسف په واقعه کې ځای ورکړی دی. هغه دا چې حضرت يوسف عليه السلام ته عزيز د مصر وويل چې انک اليوم لدينا مکين امين نن ورځ ته له موږ سره د اوچتې مرتبې او مقام خاوند يې او هغه ورته وويل چې قال اجعلنی علی خزآئن الارض انی حفيظ ع� �يم ما په خزانه مقرر کړه چې زه پوهېږم چې څنګه انتظام ونيسم او څنګه خپل کار منظم مخکې يوسم او د قحطۍ نه د مصر م لت خلاص کړم. کنه حضرت يوسف عليه السلام دا کولای شول چې رياست جمهوري او پادشاهي يې اخېستی وای، ولې دا کار يې � �صداً ونه کړ او بلکې په دې کې ورته د الله تعالی له لورې هم الهام شوی وو نوځکه خو هغه په ټولو وظايفو او چوکيو او منصبونو کې يې خزانه واخېستله چې د ملک اقتصادي نظام او سيستم خراب نه شي. ځکه که په يو ملک کې اقتصادي سيستم او نظام خراب وي، هلته به هېڅکله ارامي په سترګو ونه وينې او انارشي به ي.له دې څخه دا ثابته شوه چې په هر هغه نظام کې چې سيستم د ملک خرابېږي هلته به علماء د وخت او يا د نن ورځې اقتصاد پوهان به راولاړېږي او دا چارې به په � �اس کې نيسي ترڅو ملک د ډېرې تباهۍ او بربادۍ څخه بچ او په امان شي لکه څنګه چې حضرت يوسف عليه السلام د خپل خانداني نبوت باوجود يې په ډېر سخت ساعت کې مالي چارې په خپل لاس کې ونيولې او نورې ټولې چوکۍ يې شاته کړې چې د ملک يوه روپۍ بېځايه مصرف نه شي او په صحيح توګه ولګېږي. همغه وو چې دې کار ته يې مټې راونغاړلې او په دقيقه توګه يې دا سيستم د اووه کالو له مودې سره داسې برابر کړ چې هم اووه کاله قحطي تېره شوه او هم خلک له ولوږې وساتل شول چې حتا قحط سالي يې خپل ټاټوبي ته ورسېده او خپله کورنۍ هم د غلې لپاره څو ځلې مصر ته ولاړل چې غله ترلاسه کړي. کيسه يې م فصله په قرآن عظيم الشان کې ذکر ده، خو که څوک پرې پوه شي. بل ځل به ان شاءالله په دې مسأله يوه مفصله ليکنه وکړم چې اقتصاد د اسلام له نظره څومره د اهميت او پام وړ دی. نو هيله ده چې زموږ طلبای کرام دا مسايل په عميقه توګه درک کړي او تنها په دې کې خلاصه نه شي چې هله امريکا راغلې، نر شه ټوپک راواخله او مه يې پرېږده. يوه ډېره لويه دسيسه په مجموع کې ټول پښتون قوم ته جوړه ده چې له يوې خوا آی ايس آی راپسې اخېستې ده او له بلې خوا مو په ټول نړيوال اتلافي ځواک باندې وهي. که مرو هم موږ مرو او خپل نفوس مو کمېږي او که مو سيمه خرابېږي او يا مو کورونه و� �انېږي او در په دره کېږو د چا يې راباندې څه؟ او دا خو بيا د سره مسلماني نه ده چې د خپل سياسي هدف لپاره مو په نړيوال اتلاف باندې ځپي او د بل لورې راته په سرحد کې اغزن تار کاروي. که دوی کومه حسابي له هندوستان سره د کشمير په اړه لري مهرباني دې وکړي ورميدان ته دې شي او انګرېزان او امريکايان هم چېرته نه دي تللي همدلته دي ورته دې ووايې چې دا تقسيم مو غلط کړی وو ځکه چې کشمير بايد موږ ته راکړ شوی وای او بنګال بايد هندوستان ته چې هغه هغوی ته نزدې وو او کشمير دوی ته ولېکن له موږ سره يې څه دي. علاوه له دې چې زموږ حق ورسره شته او د هغې لپاره کله يوه پ� �مه او کله بله پلمه کوي. طالبان بايد هم بايد دې ملي مسألې متوجه وي چې هېڅوک او هېڅ يوه ډله نه شي کولی چې د ټول ملت په حق باندې خېټه واچوي او له نورو سره په خپل سر معامله وکړي او دا پلمه وکړي چې والله په اسلام کې خوسرحد نشته. همدا اوس موږ ته چا څه حقوق راکړي دي چې موږ ته دا خبره پلمه کوي. هيله ده چې نړيوال اتلافي ځواک هم بايد د پښتنو سيمو په ځپلو کې له احتياط څخه کار واخلي او که په خپلو مدرنو او عصري وسلو او تخنيکي سامان آلاتو باندې غره شي او داسې ورته تلقين شوي وي چې پښتانه يو سرشاره قوم دی بايد وځپل شي، نو دا به يې ډېره ستره اشتباه وي او داسې کار به ځانته وګوري چې د خلاصي او وتون لاره به يې ډېره مشکله وي.هيله ده چې دواړه لوري د افغانانو درناوی وکړي او نورې ډېرې د سولې او تفاهم لارې شته چې پر هغو باندې بايد غور وشي او يو ملي خپلواکه بين الافغاني سوله او تفاهم او جوړجاړی رامينځته شي، نو دا به دواړو لورو ته په ګټه وي چې هم به دوی د تلفاتو څخه بچ شي او هم به ولسي خلک د ښځو او ماشومانو حتا د حيواناتو او څارويو په شمول او هم به مو هېواد وران نه شي. د نړۍ په تاريخ کې لا ت� �اوسه داسې نه دي شوي چې يو څوک دې خپل مخالف چورلټ له مينځه يوسي ځکه چې خالق او رازق  يې بل څوک دی. که داسې کېدای � �وی، نو فرعون خو د موسی عليه السلام لپاره په لکونو ماشومان ووژل، جنکيانې يې ژوندې پرېښوولې چې د دوې خدمت ته بيا څوک ورک نه شي او خپلې مېرمنې يې پر خلکو باندې کړې چې بايد هېڅوک د خپلې مېرمنې سره نزدېکت ونه کړي. ولې دا د ال� �ه تعالی کار دی چې موسی عليه السلام يې په څه حکمت پر همغه کال د همده له معتمده کس پيدا کړ او بيا يې د همده کور ته واستولو او پر همده يې لوی کړ.بيا مدين ته ولاړ او شعيب عليه السلام ورته الله تعالی وسيله وګرځولو او د هغه د کورنۍ غړی شو. بېرته اته يا لس کاله وروسته د خپل وطن پر لورې راوخوځېد او پر لاره کې خپله بي بي ورسره وه چې په کوه طور کې پرې غږ وشو چې يا موسی فاخلغ نعليک انک بالوادی المقدس طوی پڼې يا څپلې دې وباسه چې ته په پاک ځای کې يې. سړی پېغمبر شو او بېرته فرعون ته راولېږل شو چې ورشه ورته ووايه چې سم شه ته اله نه يې او اله بل څوک دی. مګر هغه بدبخته چې ازلي شقي وو چې يوځل يې ويلي وو چې ما نری کم من اله غيري او بل ځل يې ويلي وو چې انا ربکم الاعلی. پرو� �دګار ورته څلوېښت کاله مهلت ورکړ او موږ انسانان چا ته د يوې ورځې مهلت هم نه ورکوو بس کوښښ کوو چې ژوند يې ختم کړو. الله تعالی بلنه ورکړه ولېکن هغه ونه منله او لا بغاوت ته يې زور ورکړ.د الله پاک دغې احسان او کرم ته ګوره چې پيدا کړی يې هم دی، دبدبه، وقار، سلطنت او پادشاهي يې هم وکړې ده او په څه قسم حالاتو کې يې وروزلو. له کوم ځايه يې کومې مرتبې ورسولو او بيا ترې خپل ځان دومره ورک او مغرور شو چې آخر يې د خدای او د پېغمبر مقابلې ته ځان تيار کړ. نو الله پاک خو ورته مخکې له مخکې فيصله کړې وه او ليک يې ترې لا په مراهقتوب کې اخېستی وو چې جبرائيل عليه السلام ورته وويلې چې که تا ته الله سلطنت او پادشاهي درکړي او ستا رعيت بيا له تا څخه سرکښي وکړي، نو ته به څه سزا ورکوې، هغه ورته وويل چې زه به يې په رودنيل کې اچوم چې هلته غرق شي. خپله له دې ناخبره چې همدغه رودنيل به آخر د ده د غرقېدو ځای وي او همداسې وشول.د موسی عليه السلام او د هغه د قوم د قتل لپاره يې دسيسه جوړه کړه چې سبا ته يې ووژني. موسی عليه السلام ته الله تعالی خبر ورکړ چې ځه خپل قوم دې له ځان سره واخله او ولاړ شه له دې ځايه. همغه وو چې موسی عليه السلام خپل قوم د شپې له ځان سره وويست چې دوی خبر شول، نو ورپسې شول چې ويې نيسي. د موسی ع� �يه السلام قوم وارخطا شو چې مخامخ رودنيل او شا ته ورپسې د فرعون لښکرې راورسېدی، نو موسی عليه السلام خپل قوم ته وويل چې مه وارخطا کېږئ الله تعالی له ما سره دی زر دی چې ما ته به لارښوونه وکړي لکه څنګه چې محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم حضرت ابوبکر صديق ته وويل چې لاتخزن ان الله معنا. الله تعالی ورته وويل چې په امسا دې د� �ياب ووهه چې لار درکړي. همغه وو چې درياب يې پر امسا وواهه او درياب دولس کوڅې ( لارې او سرکونه) شو او هر قوم په خپله لاره ورننوته او سلامت ترې ووتل چې حتا يو بل سره ليدل هم.فرعون چې راورسېد ډېر کوښښ يې وکړ چې خپل اس � �استون کړي ولېکن حضرت جبرائيل عليه السلام چې په ښځينه اسپه سپور وو د ده د نارينه اس په مخ کې تېر شو، دا ځکه چې نارينه اسپ د ښخينه اسپې کش لګوي او کله پاتې کېدای شي، نو همغه وو چې د ده اسپ د حضرت جبرائيل عليه السلام پسې کش وکړ او د فرعون له جلب او واک څخه وووت او درياب ته ورپسې ورداخل شو. کنه فرعون ډېر کوښښ وکړ چې راستون شي ولې وخت له مخته   تېر وو. کله چې لښکر يې وليدل چې فرعون ورننوت ، نو هغوی ورپسې ورننوتل. بالاخره چې د موسی (ع) قوم ټول له درياب څخه وووت او د دوی وروستی کس ورپسې راننوت چې څوک ترې بيا ژوندی پاتې نه شي. الله تعالی درياب ته امر وکړ چې راځه پرې، نو په آن واحده کې په لکونو مخلوق الله تعالی د رودنيل په مينځ کې ختم کړ او داسې يې ختم کړ چې ترننه پورې درک لا معلوم نه شو او فرعون چيغې کړې چې امنا برب موس وهرون. د چا پوزه هم پکې ونه ګرېده او خپ وچوپ � �ول. نن ورځ خو زموږ يو سرګروپ څوک نه شي بې وسلې کولی او ډي ډي آر ورته سوال وزارۍ کوي او پر ننواتو او خوشامنديو ترې وسله واخلي او لا پيسې هم ورپسې ورکوي چې مقصد په يو چل ترې وسله واخلي.نو حضرت جبرائيل عليه السلام يې پېغمبر عليه السلام ته نقل کوي او ورته وايې چې يا محمدرسول الله ته په هغه وخت کې نه وې چې ما د درياب له مينځه تورې خټې رااخېستی او د فرعون پر خوله کې مې ورتخته کولې. ما ويل داسې نه چې د الله تعالی رحمت وسيع دی داسې ونه شي چې پرهمدغه وخت کې پرې الله تعالی رحم وکړي او سوال يې قبول شي او مسلمان له دنيا تېر شي. اګر چې دوه مفسرين پر دې باندې قايل دي چې فرعون ايمان راوړی دی او هغوی همدغه ايات دليل نيسي او په نزد زموږ د جمهورو علماوو او مفس� �ينو باندې هغه کافر له دنيا تېر شوی دا ځکه چې الله تعالی هغه په بل ځای کې په وکان من الکفرين راوړی يعنې دی په ع� �م ازلي د الله تعالی کې له کافرانو څخه وو او سعادت يې په نصيب نه وو او بله دا چې په نزد زموږ د اهل عقايدو ايم ان په حالت د اکره کې قبول نه دی ځکه چې ايمان اختياري دی نه جبري چې دا رد شي پر هغه چا چې وايې چې الله تعالی کاف� �، کافر پيدا کړي دی او مسلمان، مسلمان يعنې نسبت د جباريت خدای تعالی کوي، بلکې داسې نه ده ځکه چې انسان الله تعالی فاعل مختار پيدا کړی دی خوښه د ده چې کومه لار اختياروي، خو حساب به ورسره کېږي په اخر کې.نو اوبو بېرته د فرعون جسد چې کله ختم شو سر ته راپورته کړ او يوې څنډې ته يې کړ چې خلک يې راونيسي او الی يوم القيامه پورې يې وساتي. نو اوس همغه دی چې جسد يې د مصر په موزيم کې اېښی دی چې خلک يې وګوري چې ته حقيقي اله يې او کنه بل څوک شته. د الله تعالی دې حکمت ته وګوره چې د تيتانيک په نوم کښتۍ ډوبه شوې وه او د هغې لپاره يې څومره مشهور فلم ورته جوړ کړی دی او دوی چې په لکونو خلک دي تراوسه يې درک نه لګېږي. که څوک غواړي چې په دې باره کې تحقيق او رېسرچ وکړي دا به يوه ډېره لويه پروژه وي چې دا معلومه شي چې دا کسان څه شول. اوس خو طبي سامان آلات ډېر مدرن دي کولی شي چې که کومه ککرۍ پيدا کړي او وخت وزمان يې ترې وټاکي. دا يوه کيسه ده د عبرت بايد ترې خلک پند واخلي ځکه د الله تعالی هره خب� �ه او هر کار بې له حکمته خالي نه وي. او دا ښکاره يو حقيقت او يو منلی ثبوت دی چې الله تعالی يې ذکر کړی دی او موږ ته يې کيسه بيان کړې ده. الله تعالی موږ ته اشاره راکوي چې تاسو نه ګورۍ او پند ترې نه اخلۍ چې ما د موسی عليه الس� �ام او د فرعون پيدايښت څنګه وکړ، څنګه مې رشد ورکړ، څنګه مې وروزل، څنګه مې لويې کړل او کوم مقام ته مې ورسول. يو مې سلطنت او پادشاهي ته او بل يې نبوت او رسالت ته. دا چې فرعون خپل ځان ونه پېژانده او مغروره شو او د شيطان لاره يې خپله کړه او بالاخره د پرورګار مقابلې ته يې ځان تيار کړ، نو الله تعالی په هغه انجام ورسولو چې نن جسد په م وزيم کې پروت او خلک يې تماشا کوي او موسی عليه السلام يې د څومره اعلی درجې او مقام خاوند کړ او له اسمانونو يې پورته وخېژولو. دا ثابته شوه چې عزت او ذلت دا د الله تعالی کار دی او د هغه فيصله ده چې ومن يهن الله فما له من م کرم او بس.زما په اند ښه به دا وي چې دواړه لوري سره د سولې لاره اختيار کړي نسبت دېته چې د جګړې او د ورانۍ لاره اختيار کړي دا به دواړو لوريو او هم زموږ ولس ته په ګټه وي. هيله ده چې جګړه پر موږ نوره تحميل نه شي او موږ يې د تحمل توان نه لرو. ولې د ولسي خلکو تلفات او ضايعات بايد په نظر کې ونيول شي چې بيا وروسته داسې نه شي چې خواشيني څرګنده شي اوبس خلاص. اميد دی چې اتلافي قواوې خپل زور موږ ته ونه ښايي او نه د خپلو مدرنو او عصري وسلو ازماينه زموږ پر ولسي خلکو کړي. که نه خامخا يې کوي ، نو يو څوک ساتونکی شته چې هغه به دا مظلوم ولس وساتي ځکه اخر دا خلک د هغه پيدا دي، نه د بل چا. ",پر غره د يرغل عمليات ( دسید حسن پاچالیکنه ) 3318,"ميرويس جلالزې","  په افغانستان کي د ايتلافي ټلوا� �ي له خواه خپره شوي خبر پاڼه کاږي چي  دا اورپکي يي له تيري يوي  اوني ر اهيسي د افغانستان په ختيځو ګڼو ولايتونو کښئ وژلي دي . په دي عملياتو کي د يو بهرني سرتيري د وژل کيدا خبر هم ورکړ شوي ده. له بل � �وري د کندهار د ٥ شنبي د ورځي په چاودنه کي پينځه تنه افغان ژباړونکي وژل شوي دي . ",امريکايان د څلوېښتو جنګياليو د وژلو ادعا کړې 3319,ميرويس جلالزي,"   دا ټکي د شمالي اتلانتيک ناتو تړون عمومي منشي يوپ ديهوپشيفر د جمعي په ورځ په بروکسل کي څرګند کړ.   هغه وويل چي تر ٢٠٠٩ راتلونکي کال پوري به  ټول کاناډايي سرتيري په افغانستان کي پاتي شي ا و وروسته يي که غوښتنه وشوه دا سرتيري کميداي � �ي. کاناډا دم ګړي په زرګونو سرتيري د افغانستان په بيلابيلو سيمو کي لري چي اکثريت يي په سويلي افغانستان کې دې.   ",کاناډاپه افغانستان کي د سرتېرو شمېره کموي 3320,," ", 3321,ننداره," له پېښوره دنندارې راپور  :  يو پيژندل شوى خبريال حيات الله چې د پاکستان د � �بايلي سيمې شمالي وزيرستان څخه يې يو شمېر پاکستانيو او نړيوالو رسنيودپاره خبرونه برابرول دجمعې په ور ځ دشم الي  او جنوبي   وزيرستان تر منځ په خوشالي غرونو کې يې مړى موندل شوى دى - دوه دېرش کلن حيات ا� �له شپږ مياشتې وړاندې د شمالي وزيرستان د ميرعلي د بازار نه په رڼا ورځ وسله والو تښتولى و،خو د نوموړي دنيول کېدو پړه نه حکومتي چارواکو او نه هم مخالفو وسله والو په غاړه اخيستله - د حيات الله د خلاصون دپاره په تېرو شپږو مياشتو کې څو څو وارې دقبايلي خبريالانو اتحاديې او په پېښور کې دپريس کلب غړو  مظاهرې وکړې ، خب� �يالانو شک ښکاره کاوه چې نوموړى خبريال به د حکومت له خوا نيول شوى وي - دقبايلي خبريالانو د اتحاديې مشر سي� �اب محسود بينوا ته وويل چې دوى د مخالفو وسله والو سره هم د حيات الله د برخ ليک په اړه څو څو وارې غږېدلي خو هغوى به دا خبره نه منله چې ګواکې حيات الله دې د هغوى سره وي - دحيات الله  ورور احسان الله په يوه تيلي فوني تماس کې بېنوا ته وويل چې دورور مړى يې په داسې حال کې لاس ته راوړى چې پر مخ يې دمعمول پر ضد لويه ږيره وه او دپخوانه ډېر کمزورى شوى و -دميرعلي د روغتون ډاکټران چې د نوموړى د جسد پلټنه يې کوله ويلي يې دي چې داسې ښکاري چې نوموړى تروژل کېدو مخکې ډېر په سخت بند کې ساتل شوى وي -ډاکټران وايي امکان لري نوموړى تر مياشتو ميا� �تو پورې د خوړو نه لرې ساتل شوى وي -    کورنۍ يې وايي چې حيات الله دشا دلورې په ملا څو ډزه لګېدلى او لاسونه يې د شا دلورې نه تړل شوي وو،ځيني خلک به دې باور دي چې کېدى شي نوموړى دتښتېدو پرمهال وسله والو ويشت� �ى وي ،خو ډېر ځلې داسې هم ليدل شوي چې برمته نيونکي  يو چاته دتښتېدو وايي او بيا وروسته يې په ډزو ولي- دحيات الله جسد چې د جمعې په ماښام يې کورنۍ ته تسليم شوى د هفتې په ورځ به په شمالي وزيرستان کې خاورو ته وسپا� �ل شي - اټکل دى چې په جنازه کې به يې ګڼ شمېر خبريالان ګډون وکړي - حيات الله چې واده يې کړى و دوه ځامن ، يوه لور او يوه کونډه يې په وير لړلي تر شا پرېښي دي -     ", دوزيرستان کي دتښتول شوى خبريال مړ وموندل شو 3322,ننګيالی بڅرکی - هالنډ," نن  دهالنډ دفينندال په ښارکي دپوهنوال استادعبدال� �شيدجليلي صاحب په وياړيوه فرهنګي غونډه جوړه سوه . نن  دهالنډ دفينندال په ښارکي دپوهنوال استادعبدالرشيدجليلي صاحب په وياړيوه فرهنګي غونډه جوړه سوه .  محترم استاذجليلي چي په افعانستان کي دعلمي اوټولنيزو فعاليتونودپاره په پلازمينه کابل کي ژوندکوي دڅه وخت دپاره هالنډته راغلی دی . چي دهالنډدفينندال دښاراوسيدونکوافغانانو دهغه ددې راتګ څخه استقبال وکړ،دغونډي په پيل کي دمحترم جليلي صاحب پرسياسي اوټولنيزژوند اودهغه دژوندپربيلو،بيلوبرخوباندي خبري وسوې اوپه پای کي محترم جليلي صاحب خپل دراتګ اوپه افغانستان کي دکاراوفعاليت په باب اوږدې خبري وکړې اوپه افغانستان کې دمسلکي اوپوهوکسانوضرورت، دکار شرايط وڅېړل چي په هره برخه کي په چکچکوسره استقبال سو.محترم استادجليلي صاحب په افغانستان کي دننه اودباندي په ځانګړې توګه په فينندال کي دافغانانوپريووالي اوپيوستون باندي زورواچاوه اودناستو افغانانو څخه يې وغوښتل چي په خپلو کي يووالی وساتي .او ده فينندال په ښارکي دافغانانوتعليمي پروګرام چي دانهه کاله په هم دغه ښارکي وافغانانوته په خپله يعني مورنۍ ژبه درس واي اوپه سيمه کې بې بېسوادي په بشپړه توګه له منځه وړې ده وستايل . ",هالنډ:دپوهنوال استادجليلي سره يوه علمي ناسته 3323,," د پاکستان څخه د افغان اسلامي آژانس له خوا په خپ� �ېدونکې انټرنېټي خبرپانې کې خبر ورکړل شوى دى چې دوى د طالبانو د وياند ډاکټر حنيف له خوا له دې امله په ټلفون ګواښل شوي دي چې ولې د طالبانو په پلوى خبرونه کم او د نړيوالو ځواکونو د برياليتوب په پلوى زيات خبرونه خپروي ،دغه پاڼه زياتوي چې حنيف نامى وياند دومره موږ ته په غوسه وو چې ټلفون يې بې خداى په امانۍ قطع کړ .طالبانو په داسې حال کې په اسلامي آژانس غوسه کړې چې ښايي لومړنى خبري آژانس به د افغان اسلامي آژانس وي چې د طالبانو له هر ډز سره سم يې پرته له دې چې د مقابل لوري تايد تر لاسه کړي خبر خپور کړى دى . ",افغان اسلامي آژانس ګواښل شوى دى 3324,," د جمعې ماښام د کندهار ولايت دميوند و� �سوالۍ کې د ماين چاودنې ٤ تنه دولتى پوليس وژلى دى او موټر يې ويجاړ کړى دي . د کندهار ولايت وياند داوداحمدى له بينوا سره د پېښې پخلۍ کړي دي.طالب جنګياليو د ددغه بريد مسئوليت منلۍ دى .بريد د ريموټ کنټرول له مخې له لري واټن څخه تر سره شوي دي. ",کندهار کې د ماين چاودنې ٤ تنه پوليس وژلي دي 3325,," تېر مازيګر په چين کې د شانګهاى له ناستې وروسته د افغانستان او پاکستان  ولسمشرانو حامد کرزي او پروېزمشرف يو وار بيا د ترهګرۍ پر وړاندې خبرې وکړې مشرف د تېر په څېر کرزي ته يو وار بيا وويل چې ترهګر نه يواځې افغانستان ته زيان رسوي بلکي پاکستان ته يې هم زيانونه اړولي دي .بل لورى دواړو مشرانو د دواړو هېوادونو په اقتصادي او سوداګريزو اړيکو باندې هم خبرې وکړې . ",کرزي او مشرف د ترهګرۍ پر وړاندې يو وار بيا خبرې وکړې . 3326,," سره له دې چې ائيتلافى او افغان ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د ١١ زرو عسکرو په ګډون گډ فوځى عمليات د ( غرنۍ ضربې ) تر نامه لاندې د افغانستان په جنوبى ٤ ولايتونو زابل، ارزګان، هلمند او کندهار کې پيل کړي دي ،بيا هم په پکتيکا زابل ، غزنى ،ننګرهار ا وا� �زګان کې اخ او ډب روان دى او دواړه لوري يو بل ته د ډير اوښتې مرګ او ژوبلې ادعاې کوي .ائيتلافى ځواکونو په يوه خپره شوې پاڼه کې دپکتيکاد ارګون په ولسوالۍ کې د٤٠تنو طالب جنګياليو د وژلو ادعا کوي . طالب جنګياليو منلې چې ١٠ تنه پلويان يې وژل شوي دي ددغه ډلې يو وياند ادعا کړې چې د ائيتلافى ځواکونو يوه چورلکه يې ويشتلى او ١٧ تنه امريکايان يې وژلى دي . طالب ډلې ادعا کړې چې د زابل د خاک افغان په ولسوالۍ کې يې په دولتى پوستو بريد کړى دى او ٦ تنه عسکر يې وژلى دى . د طالب ډلې يو وياند منلې چې ٢ تنه طالبان هم ټپيان شوي دي. د غزنى ولايت د ده يک په ولسوالۍ کې يې هم د ٧ تنودولتى عسکرو د وژلو ادعا کړې ده . د غزنى او زابل د پوليسو مشران د طالب جنګياليو دا ډول څ� �ګندونې دروغ گڼى . د کنړ ولايت د وټه پور ولسوالۍ کې دواړو لورو د جګړې پخلۍ کوي او په دغه ولايت کې د ملى اردو � �وماندان جنرال ظهير وردګ بينوا ته وويل چې ٣ تنه مخالفين يې وژلى دي . ظهير منلې چې ٣ تنه ولسى وګړي ټپيان شوي دي .د طالب جنګياليو د ډلې يو وياند د ارزګان په ترينګوټ کې د جګړې پخلۍ کړى او وايى ٧ تنه امريکايى عسکر يې وژلى دي . وياند منلې چې د جګړې په ترځ کې ٢ طالبان او ٣ تنه ولسى ګړى هم وژل شوي دي .ائيتلافى چارواکى ادعا کوي چې ا� �زګان کې يې تر ٤٠ ډير طالبان وژلى او د خوست د يعقوبيو په ولسوالۍ کې د وسلو او مهماتو يوه ستره ديپو موندلې ده . ",پکتيکا،زابل ،غزنى،ننګرها،او ارزګان کې اخ او ډب 3327,," ائيتلافى ځواکونو په يوه خپره شوې په پاڼه کې منلې چې تير ماښام د کنړ ولايت کې ٢ تنه عسکر د ماين د چاودنې له امله وژل شوي دي . په دغه ولايت کې د ملى اردو يو قوماندان جنرال ظهير وردګ له بينوا سره ومنله چې د واټه پور ولسوالۍ کې د سړک په سر د يو ماين د چاودنې له ام� �ه د ائيتلافى ځواکونو ٤ تنه عسکر وژل شوي او ١ تن ټپي شوي دي .له دې وړاندې په يوه بله خپره شوې پاڼه کې ائيتلافى ځواکونو منلې چې يو تن عسکريې د پنجشنبې په ورځ د ناروغۍ له امله مړ شوي دي . ",د ائتلافى ځواکونو ٢ تنه عسکر کنړ کې وژل شوي 3328,," د کابل ښار د څلورمې ناحيې اړوند د چمن ببرک سيمه کې نن يو نيپالۍ او يو بريد کونکۍ وژل شوي دي .٢ تنه نيپاليان د پېښې له ځاى څخه تښتيدلى او پوليس هڅه کوي تر څو نوموړى پيدا او ونيسى . بريد هغه مهال رامينځ ته شوى چې ٣ تنه نيپاليان د پسونو د بيې په سر په شخړه کې � �اګير شوي دي . نوموړى نيپاليان د يو امريکايى شرکت (داينا کور) له پاره کار کوي چې د يو شمير بهرنيو موسساتو ساتنه په غاړه لري . ",کابل کې ١ نيپالۍ او١ بريد کونکۍ وژل شول 3329,," هلمند کې ځايى چارواکو بينوا ته خبر ورکړ چې تيره � �په د هلمند د ګرشک ولسوالۍ د يخچال سيمې ته نږدې د يو ماين د چاودنې له امله ١٢ تنه طالب جنګيالى وژل شوي دي . د سيمې يو ځايى قو ماندان بينوا ته وويل، د ماين په چاودنه کې چې د نورو دوژلو له پاره يې د لارې په سر ماين ځاى پر ځاى کووپه خپله ددوى سر وخوړ او په خپله طالب جنګيالى د دغه ترهګرى بريد ښکار وګرزيدل .قوماندان منلې چې د ب� �يد قربانيان په سيمه کې پراته دي . طالب جنګياليو تر اوسه په دې اړوند څرګندونې نه دي کړې .د هلمند د پوليسو مشر يوازې د ٣ تنو طالب جنګياليو د وژلو خبره مني . ",هلمند کې چاودنې ١٢ تنه طالبان وژلى 3330,," ټاکل شوې ده چې نن يا سبا به د اېټاليا د دفاع وزير افغانستان ته را ورسېږي ،نوموړى به لومړى په افغانستان کې له خپل سيال ستر جنرال عبدالرحيم وردګ سره په افغانستان کې د وروستيو امنيتي ناکراريو په اړه خبرې وکړي بيا به په يو شمېر نا څرګندو سيمو کې خپل اېټاليوي سرتېري له نيږدې وګوري . د يادولو وړ ده چې په دې وروستيو کې د يو شمېر بهرنيو هېوادونو د دفاع وزيرانو په داسې حال کې دغه هېواد ته په لنډو سفرونه  مخه کړې ده چې د هېواد په جنوبي سيمو کې د پخوا په پرتله  نا امنيو � �ېر زور اخېستئ دى . ",د اېټاليا د دفاع وزير ډېر زر افغانستان ته راځي 3331,," کندهار کې د ولايت وياند داود احمدى بينوا سره په لڼدو خبرو کې پخلۍ وکړ چې تيره شپه افغان ځواکونو ددغه ولايت د ميانشين ولسوالۍ کې د جګړې په مهال ٧ تنه طالب جنګيالى وژلى دي ، چې جسدونه يې لا هم د جګړې په ډګر کې پاتې دي .دغه جګړه تيره شپه د طالب جنګياليو او افغان ځواکونو تر مينځ په ميانشين کې تر سره شوي . وياند ومنله چې اوس هم په سيمه کې د پلټنې عمليات روان دي .ده د يو دولتى پوليس د وژل کيدو او يو ټپى طالب د نيول کيدو خبره هم وکړه .يو بل پوليس ټپى شوى هم دى . ",کندهار کې ٧ طالب جنګيالى دولتى ځواکونو وژلى 3332,," کندهار کې د طالبانو يو قوماندان ملا اب� �اهيم چې په پښو ګوډ دى ، د ملى پخلاينې د کميسيون له لارې له دولت سره يو ځاى شوى دى . ده منلې چې په زوره دې کار ته نه دى اړ شوى او د طالبانود رژپم له نسکوريدو ورسته يې په هيڅ ډول فوځى عملياتو کې ګډون نه درلود . ",کندهار کې ګوډ ملا له دولت سره يوځاى شوي دي 3333,," د غزنى والى شيرعلم ادعا کړې چې ١٢ تنه طالب جنګيالى يې د قره باغ ولسوالۍ کې نيولى او ٥ تنه نور يې وژلى دي . د نوموړى په وينا په نيول شوو کسانو کې ددغه ډلې يو ځايى قوماندان مولوى سراج الدين هم شامل دى . دغه نيونه هغه مهال تر سره شوې چې يو شمير طالب جنګيالى د ق� �باغ ولسوالۍ په يو کلى کې د خپل يو وژل شوي پلوى جنازې ته راټول شوي وو . ",غزنى کې ١٢ تنه طالب جنګيالى نيول شوي 3334,," د کندهار - هرات د لويې لار په اوږد د دل ارام بازار کې نن سهار د يوې درندې چاودنې له امله د ملى اردو يو شمير عسکر او عام وګړى مړه او ټپيان شوي دي. په سيمه کې عينى شاهدانو د چاودنې پخلۍ کوي او وايى له دې امله د ملى اردو او عام وګړو يو شمير ګاډى هم له مينځه تل� �ى دي . چاودنه هغه مهال رامينځ ته شوې چې د ائيتلافى او افغان ځواکونو د ګزمې موټر له سميې څخه د تيريدو په حال کې وو . غرمه مهال د ارزګا ولايت وياند خيرزاد دا يو ځانمرګې بريد وباله او زياته يې کړه، چې له امله يې ځانمرګې مړ او د ملى اردو ٢ عسکر او ٣ ولسى وګړى ټپيان شوي دي .ځايى اوسيدونکى د پېښې قربانيان تر ٣٠ ډير کسان بولى .وياندوايى ځانمرګى وړاندې له دې چې د ملى اردو کاروان ته خپل موټرسايکل ورسوي ، په خپله په چاودنه کې ووژل � �و.مګر ددغه لايت د پوليسو مشر بيا وايى چې په دغه بريد کې ٥ تنه عسکر او ٦ تنه ولسى وګړي ټپيا شوي دي. ",دل ارام کې چاودنې درنده مرګ او ژوبله اړولې ده 3335,," د ائيتلافى ځواکونو په خپرو شوو پاڼو کې ويل شوي چې د ارزګان مرکز ترينکوټ ته نږدې د بلوچې سيمه کې يې پرون د بريد په ترځ کې ٥ تنه او د شهيد حساس ولسوالۍ د خوددرې سيمه کې ٤٠ تنه طالب جنګيالى وژلى دي . په پاڼو کې ادعا شوي چې ولسى وګړو ته زيان نه دى رسيدلى او د طالب جنګيا� �يو ټولن ځاى يې له مينځه وړى دى .په پاڼه کې منل شوې چې يو امريکايى عسکر ټپى شوي دي.د ايئتلافى ځواکونو د ادعا په اړوندد طالب ډلې وياند تر اوسه څه نه دي ويلي . دغه بريدونه د (غرني ضربى )د عملياتو له مخې تر سره شوي دي . ",ارزګان کې ٤٥ تنه طالب جنګيالى وژل شوي 3336,," د ننګرهار د شيرزاد ولسوالۍ کې د دوو قومونو تر مينځ نښته کې ٢ تنه مړه او ٤ تنه ټپيان شوي دي . جلال اباد کې چارواکو منلې چې سيمه کې تيره شپه تر نن سهاره جګړه شوې او اوس مهال هر څه د پوليسو تر څار لاندې راغلى دي . جګړه د يوې دشتې په سر رامينځ ته شوې چې دواړه لوري � �ومونه (اشپان او طوطو)يې د خپل ځان بولى . په سيمه کې بيا عينى شاهدان وايى چې په دغه جګړه کې يو کس مړ او ١٠ تنه نور ټپيان شوي دي. ",شيرزاد ولسوالۍ کې٢ تنه مړه او ٤ ټپيان شوي 3337,," د قزاقستان په پلازمينه الماتا کې د ١٧ اسيايىهېوادونو د مشرانو د گډې همکار ى او متقابل باور ناسته د يو لړ سندنو په لاس ليک سره نن پاى ته ورسيده او برخه وال په دې سلا شول چې ددغه ټولنې د دارالانشا دفتر دې په الماتا کې پرانيستل شي . غونډې ته د افغان ولسشمر ح امد کرزي په ګډون يو شمير مشرانو ويناوې واورولى او ټولو په سيمه کې د گډو همکاريو او مرستې باندې تينګار وکړ. په ناسته کې د سوداګرى ، سيمه ايز امنيت، ،نيشه يى توکواوترهګرى په وړاندې مبارزه او يو شمير نورو موضوعاتو باندې خبرې وشوې او ټولو په سيمه کې د اتمى وسلو د نه خپاروى په اصل ټينګار وکړ .افغان ولسمشر د خپلې وينا په ترځ کې د خپل دولت د لاس ته راوړنو او دهغو ستونزو يادونه وکړه چې لا هم دافغان دولت پر مخ کې پرتې دي .د کرزى وينا د ناستې برخه والو ته په زړه پورې وه . ",دکرزي په گډون د الماتا ناسته پاى ته ورسيده 3338,," ", 3339,," د هغو چاودنو له امله چې نن د عراق د پلازم ينې بغداد ښار په مختلفو ګڼ ميشت سيمو کې وشوې څه کم د ٢ عراقى عسکرو په ګډون ١٧ تنو عراقيانو خپل ژوند له لاسه ورکړي دي . په دغو چاودنو کې گڼ شمير نور ټپيان شوي دي . چاودنو په داسې مهال کې په بغداد کې زور اخيستى چې ٤٠ زره کورنى او بهرنى ځواکونه ددغه ښار ساتنه کوي او ټينګ امنيتى تدابير يې نيولي دي . ",بغدادکې چاودنو د ١٧ عراقيانو ژوند واخيست 3340,," د سريلانکا د فوځ او تاميل پړانګانو ترمينځ ددغه هېواد په شمال غرب کې درنده جګړه شوې چې دواړو لورو ته مرګ او ژوبله اوښتې . دفوځ يو وياندويلى چې د هوايى او توپونو په بريد کې يې د ياغيانو ٨ بيړۍ له مينځه وړې او تر ٢٥ ډير تاميل بيلتون غوښتونکى يې وژلى دي . وياند منلې چي د ياغيانو د بريدونو په ترځ کې ٦ تنه عسکر او پوليس هم وژل شوي دي .د پنجشنبې په ورځ د يو بس په چاودنه کې ٦٤ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ .د دريو لسيزو په جګړو کې لږترلږ ٦٠ زره وګړي وژل شوي او ډير شمير ټپيان شوي دي . ",سريلانکا کې دجګړوپه ترځ کې تر ٣٠ ډيرکسان وژل شوي 3341,ننګيالی بڅرکی," د ۲۰۰۵ کال د جون د مياشتي پر نهمه نېټه  دهالنډ دفينندال په ښارکي دپوهنوال استادعبدالرشيدجليلي صاحب په وياړيوه فرهنګي غونډه جوړه سوه ، مح ترم استاذجليلي چي په افعانستان کي دعلمي اوټولنيزو فعاليتونودپاره په پلازمينه کابل کي ژوندکوي دڅه وخت دپاره هالنډته راغلی دی . دهالينډدفينندال دښاراوسيدونکوافغانانو دهغه ددې راتګ څخه هرکلی وکړ،دغون� �ي په پيل کي دمحترم جليلي صاحب پرسياسي اوټولنيزژوند اودهغه دژوندپربيلو،بيلوبرخوباندي خبري وسوې اوپه پای کي محترم جليلي صاحب خپل دراتګ اوپه افغانستان کي دکاراوفعاليت په باب اوږدې خبري وکړې اوپه افغانستان کې دمسلکي اوپوهوکسانوضرورت، دکار شرايط وڅيړل چي په هره برخه کي په چکچکوسره بدرګه سو.محترم استاذجليلي صاحب په افغانستان کي دننه اودباندي په ځانګړې توګه په فينندال کي دافغانانوپريووالي اوپيوستون باندي زورواچاوه اودناستو افغانانو څخه يې وغوښتل چي په خپلو کي يووالی وساتي .او ده فينندال په ښارکې دافغانانوتعليمي پروګرام چي دانهه کاله په همدغه ښارکي وافغانانوته په خپله يعني مورنۍ ژبه درس واي اوپه سيمه کې بې بېسوادي په بشپړه توګه له منځه وړې ده وستايل .     ",دپوهنوال استادجليلي صاحب سره يوه علمي ناسته 3342,غرزي خواخوږي,"  د غرزي خواخوږي ليکنه زموږګران هېواد افغانستان دڅه کم درې لسيزو ناورين، بهرني تېري، تنظيمي اوخپل منځي جګړو او دطالبانو له واکمنی څخه وروسته دنړۍ دګوټ، ګوټ دملکونو څه کم پنځوس زره پوځونو په مرسته يونيمګړي امنيت او دولتي ادارې خاوند سو. ملي اردو، ملي پوليس او ملي امنيت چې اداره ېې ويجاړه، دچارو ځايونه ېې وران، وسلې دبې مسووليته کليوالو په لاس لويدلې، جنرالان، افسران او کارکوونکي ېې په هېواد او بهرکښې خواره واره سوي وو.يووارېې بياڅه ناڅه په چاروپيل وکړ.اوپه هغو نويو کوچنيو تشکيلاتوچې دبه� �نيو پوځي چارواکو له خوا جوړ سوی، او نيمايي داردومسلکي منسوبين ډي. ډي. ار سوي او دپوليس مجرب چارندويان د� �يفورم په نامه له چارو څخه ګوښه کړی سول.  دافغانستان ملي اردو او پوليسوته سرتيري دخپلخوښي سيستم پراساس جلب او دايتلافي پوځونو ترمشرۍ اولارښوونې لاندې په روزنيزومرکزونو کښې څه دپاسه پنځوسو زرو سرتيري روزل سوي، چې څه کمونيمايي ېې دندې پرايښې دي. چې زما په خيال دتښتې دليل دسرتيرو دمکلفيت ددورې پرځای دخپل خوښي سيستم دی. چې سرتېري دپوځي احضاراتو پر خلاف دمجازاتودقانون څخه خوندي کوي. اوپوځي ډيسپلين ته د کمزورتيا لاره هواروي.  په اوسنيو شرايطو کښې زموږ هېواد ورځ په ورځ بدامنۍ خواته ځي. دملي اردو، ملي پوليس اوملي امنيت او دښمانانو دچټګ غلچکيوبريدونو، ځان مرګو پېښو اودترهګرو نورو چيلنجونو سره مخامخ دي.چې په پورتنيو ارګانونو کښې دلوړاح ضاراتو، چټک غبرګون،ريښتيانی دقيق کشفي اخځونه ، کلک ديسپلين ، ښې ښوونې اوروزنې او ځانګړو مسلکي پوهې ډيرکمۍ دۍ، چې داغېزمن سوق او ادارې، چټکواحضاراتو، دامنيتي ارګانو نو ترمنځ دچارو ګډې هلې ځلې لپاره ګډ سوق او ادارې م� �کزجوړسي، چې پخوا دغه دندې دستر درستيزداوپراسيون سترتوب دګډ سوق اوپراتيفي مرکزله خواترسره کېد� �. دافغانستان امنيتي ارګانونوپه خپلوچاروکښې ځانګړې قوانين ، ښوونيز لارښود(تعليمات نامې) او دچارو کرښې (اصول نامې)لري، چې دهغه پراساس چارې ترسره شي، نو دولس دښمنان لپاره دفعاليت ځای نه پاته کېږي، که دامنيتي ا� �ګانونو دندو ته په لنډه کتنه وکړو:  دملي امنيت ارګان:استخبارات چې دهردولت اساسي ستن ګڼل کېږي. او دملي ګټواوشتمنيوساتونکی دی، چارې په دوه لويوبرخو وېشل کېږي:  ١. کورنی استخبارات. ٢. بهرنی استخبارات ملي امنيت بايد دخپلو اوپراتيفي اطلاعاتو پراساس، ددٍښمنانومرکزونه، استخباراتي اړيکې، دسمبالښت منابع اوسيم يزاستخباراتي مسوولين کشف او دترهګرودبريدونو اوپېښوترسره کولونه مخکې شنډ کړي. او هم ددولت دچارواکودملي اردو او ملي پوليسو چارندويانوڅارنه ددوی دنده ده.   دملي پوليس ارګان:پوليس چې په ښارونو،ولسواليو اوک� �يوکښې دټولګټوامنيت او په سرحدي سيموکښې دهېواد دپولوساتندويان دي. چې ددوی دهلو، ځلو اوښو چاروپه اجرا سره، ولس په ډاډمنه توګه خپل ژوند پرمخ بيولۍ شي. دپوليس کشفي ارګانونه، دجنايي جرمونو دڅارنې به څنګ کښې، په سيمو کښې دخپل پلټوتکوډلګيوله خوا دترهګروځالې او اړيکو پر برسېره کول او نيولوکښې برپوره ونډه اخستلای شي. که دهېواد سرحدي پوليس، په وسلو، وسايطو او وسايلوسمبال سي اودهېواد په مينه خپلې چارې ترسره کړي نو يو ترهګر او قاچاقبر نسي کولای، چې له بهر څخه زموږپولې ته يو ګام هم واخلي. دپوليسودچارندويانو لويه ستونزه دمعاشاتوکم والی او ددوی دژوندانه ضروري توکونشتوالی دی.  ملي اردو ځواکونه: ملي اردوځواکونه چې بايددځمکنۍ بشپړتيا، خپلواکۍ اوملي واکمنۍ څخه په دفاع کښې تل چمتووي، په هېواد کښې دپوځي ستراتيژي(نظامي دوکتورين) نشتوالي له امله خپلوچاروکښې پاته راغلي دي. په اوسنيوشرايطوکښې چې دهېواد دښمنان په ډېرو سيموکښې په ترهګرۍ او ورانکاريولاس پورې کوي، لازم ګڼل کېږي چې ملي اردو دسرحدي ځواکونوسره په ګډه دسرحدي پولوڅخه ساتنه وکړي.  که پورتنۍ چارې په ښه توګه ترسره سي، نوهغه قومي ځواکونوته چې ولسمشر ښاغلي کرزي دحکم پراساس جوړیږي، اړتيا نه ليدل کیږي. � �ومي يا ولسي پوځونه چې په اصل کښې ملېشوي پوځونه به وي، ولس لپاره ډېرزيان تر شا لري.   دغه ملېشې چې پر تنظيمي يا ګوندي بنسټ جوړېږي، داساسي قانون د(١٥٢) مادي (قاضيان،څارنوالان دوسله والوځواکونواو پوليسوم نصبداران، دملي امنيت کارکوونکي نشي کولاۍ دوظيفې دتصدي په موده کښې په سساسي ګوندونو کښې غړيتوب ولري.) سره سمون نه خوري. دځينوناتايد سويو خبروله مخې دجمعيت اسلامي دګوند نامتوقوماندان ملا نقيب اخندزاده، دحرکت انقلاب اسلامي دګوند قوماندان او دهلمند پخوانی والي ملا شېر محمد اخند او دځينونونوروتنظيمونو(اوسنيو ګوندونو) قوماندانانوددغو قومي پوځونو دجوړښت مسووليت اخستی دی. دقومي پوځونوزيانونه په لنډه په ګوته کېدای سي:  دوۍ په خپل منځي شخړو او ناخوالوبوخت دي، چې دهېواد ملي يووالي ته ډېر زيان رسوي.  دختيځ اوسهيلي ولاياتو په سرحدي پولوکښې به دمخدره موادو بازارونه لاهم تاوده شي.  دسيميزودولتي چارواکو، دس� �حدي پوليسوملي امنيت او ولس لپاره لوی ګواښ ګڼل کېږي.  دډاياګ پروګرام په ټپه دروېدو سره يووار بياولس دخپلواکو وسله والو په لاس برانته کېږي.اوهغه په زرګونو ميلونه ډالره چې په څه کم پنځه کالو د ډي.ډي.ار او د� �اياګ پروګرامونو لپاره خرڅ شوي په اوبوکښې لاهوکېږي. پخوانیو تجربوښودلې ده، چې دډ اکټر نجيب الله په خپلې واکمنۍ کښې دقومي او ملېشوي ځواکونو،ځانګړی ګاردجوړول او هغوی ته دلوړوامتيازاتواومعاشونوسره بريالی نه سو،چې ځان په ملېشووساتي.هم هغه ملېشې اوقومي ځواکونه، دخپلوقومي اوسيميزواړيکوپراساس دجهادي ډلوسره ايت� �افونه ېې وکړل او دبهرنيودهيلوسره ملي اردو، ملي پوليس او ملي امنيت دويجاړېدو عامل وګرځېدل. ښاغلي ولسمش� �ته پکاردي، چې دامنيتي ستونزودهواري لپاره دقومي ځواکونه چې دهرسرليک لاندې وي، پرځای دسرحدي ملي پوليسوپه پرمختيا، ځواکمنتيا اوسمبالولوکښې ځانګړې پاملرنه وکړي. ترڅوچې خدای مکړه پخوانۍ ترخې پېښې يوواربيا تکرار سي!  غبرګولۍ ٢٦ -١٣٨٥ کابل- افغانستان ",سيمه يزځواکونه ولس اوملي واکمنۍ ته ګواښ دی! 3343,ګلزاده حقپال,"  د ګلزاده حقپال ليکنه  د پاکستان د قبايلي سيمې د يو ژورنالست حيات الله د مرګ خبر زما لپاره د خپل مرګ نه کم نۀ و ځکه چې هغه يو ډېر بهادر او نر ژورنالست و او د خوشحال خان خټک په وېنا ""سل دې ومره يو دې مه مره"" د حيات الله پشان د يو ژورنالست � �تل ماته د ژورناليزم قتل ښکاري. هغه د تېرو څو مياشتو راهيسې بې درکه و او څو ورځې د مخه يې مړى په وزيرستان کې وم وندل شو چې په ګوليو سُورى سُورى شوى و. ما په بيړه بيړه هره وېبپاڼه کتله تر څو د هغه په هکله زيات نه زيات خب� �ونه او معلومات ولولم چې د افغان اسلامي اژانس په پښتو وېبپاڼه کې په يو بل خبر ورپېښ شوم. لدې وړاندې چې خپله خب� �ه نوره هم پر مخ بوځم غواړم چې تاسې هم يو ځل دغه خبر ولولئ: د طالبانو وياند د طالبانو په هکله د افغان اسلامي اژانس په نشراتي پاليسۍ کلک او سخت تنقيد وکړ. د طالبانو وياند ډاکټر محمد حنيف نن ماسختن (2006-06-16) په سيمه ايز وخت اته بجي او شپږ څلويښت دقيقي ( 8:46 Pm ) په پېښور کې د افغان اسلامي اژانس دفتر ته تليفون وکړ او د دوى په هکله يې د افغان اسلامي اژانس په نشراتي پاليسۍ په خورا تنده لهجه تنقيد وکړ او هغه يې محکومه کړه. هغه وويل (افغان اسلامي اژانس د طالبانو برياليتوبونه همېشه د يوې ادعا په شکل خپروي ليکن بالمقابل د امريکايانو خبرونه په غوڅ او قاطع ډول نشر ته سپاري).  د طالبانو وياند چې خورا په قهر معلومېده وويل ( م ونږ ټول مطبوعات تعقيبوو او مونږ ګورو چې څوک په دې هکله سمه او څوک غلطه پاليسي لري چې د افغان اسلامي اژانس پاليسي د طالبانو په هکله په تمامه معنى غلطه ده).  ډاکټر محمد حنيف چې د افغان اسلامي اژانس په نشراتي پا� �يسۍ بار بار تنقيد کولو په خورا قهر سره يې خپل تليفون بند کړ.  او اوس په دې اړه د بېنوا په ملي وېبپاڼه کې خپور شوى خبر هم ولولئ: افغان اسلامي آژانس ګواښل شوى دى  د پاکستان څخه د افغان اسلام ي آژانس له خوا په خپرېدونکې انټرنېټي خبرپانې کې خبر ورکړل شوى دى چې دوى د طالبانو د وياند ډاکټر حنيف له خوا � �ه دې امله په ټیلفون ګواښل شوي دي چې ولې د طالبانو په پلوى خبرونه کم او د نړيوالو ځواکونو د برياليتوب په پلوي زيات خبرونه خپروي ،دغه پاڼه زياتوي چې حنيف نامى وياند دومره موږ ته په غوسه وو چې ټیلفون يې بې خداى په امانۍ � �طع کړ .طالبانو په داسې حال کې په اسلامي آژانس غوسه کړې چې ښايي لومړنى خبري آژانس به د افغان اسلامي آژانس وي چې د طالبانو له هر ډز سره سم يې پرته له دې چې د مقابل لوري تايد تر لاسه کړي خبر خپور کړى دى . د دې خبر په لوستو ماته د طالبانو د حکومت پر مهال د ""شريعت"" اخبار هغه مدير راياد شو چې د طالبانو د قاضي القضاۍ لخوا په دې خبره د تورو تمبو شاته رسول شوى و چې د هغه يو بيان يې د اخبار په لومړۍ پاڼه کې د Lead خبر په توګه نۀ و خپور کړى.  د ""شريعت"" اخبار مدير ويل چې زه ژورنالست او د اخبار مدير يم نو په دې خبره تر هر چا ښۀ پوهېږم چې کوم بيان د اخبار په کومه پاڼه د خپرېدو ارزښت لري خو قاضي القضاۍ صاحب ټينګار کاوه چې ژورناليزم مري او که پاتې کېږي زما بيان د اخبار په اول مخ غټ غټ خپور کړئ.  د طالبانو د دغه وياند چې خپله نامه ډاکټر حنيف ښيي غوښتنه هم دا ده چې دى که درواغ وايي او که رښتيا، افغان اسلامي اژانس دې يې په قاطع ډول خپور کړي.  دلته بايد يوه بله خبره هم وکړم. زه د افغان اسلامي اژانس دغه خبري پاڼه له تېرو درو مياشتو راپدېخوا لولم ځکه چې دا پاڼه په بشپړه توګه د افغانستان جنګي خبرونو ته ځانګړې شوې ده. خو د طالبانو په هکله خبرونه پکې دومره زيات وي چې ما ګومان کاوه دا به د طالبانو لخوا اداره کېږي. ولې وړمه ورځ چې مې دغه خبر ولوست نو پوه شوم چې دا اژانس د طالبانو سره کوم تړون نلري.  هر څه چې وي، زما موخه د دې ليک څخه دا ده چې زمونږ ميډيا او زمونږ ژورنالستان د ډانګ او پړانګ ترمنځه ګېر دي. بلکې زما خپل نظر دا دى چې ځانونه يې د ډانګ او پړانګ ترمنځه په خپله ګېر کړي دي. او هغه داسې چې ټوله افغاني ميډيا په افغانستان کې يواځې هغو خبرونو ته ""ګټور"" خبرونه وايي چې د طالبانو لخوا پکې تخريبکاري ترسره شوې وي. په دې توګه نه يواځې طالبان همکاري، خواخوږي، ډاډمنتيا، مشهورتيا او د هېواد د ورانولو لپاره نورې مرستې ت� �لاسه کوي بلکې هېوادوال د د وېرې ترهې په لومو کې هم اچوي. که ميډيا د طالبانو تخريبي هلې ځلې غندلى او د بيا � �غاونې او پرمختګ کارونو ته يې زياته پاملرنه کولاى نو اوس به طالبان څه چې نښې به يې هم نه وى. دا ميډيا ده چې په خپلو روماني خبرونو او کيسو باندې يې طالبان د يو نه ماتېدونکي ځواک په توګه نړۍ او خپلو خلکو ته معرفي کړي دي او طالبان ورڅخه د ترهګرۍ په کارونو کې پوره پوره ګټه اخلي. ولې دا خبره زه پوره په باور سره کوم چې طالبانو سره د ميډيا د دې همکارۍ نتيجه په خپله د ميډيا لپاره ښې پايلې نلري. لکه چې وموکتل طالبان په دړکو او نورو لارو اژانسونه او ورځپاڼې د دې لپاره وېروي او مجبوروي چې د دوى خبرونه نشر کړي او نشر يې هم په هغه ډول غواړي څنګه چې يې په خپله خوښه وي. ته به واى دوى د ژورناليزم ايجادوونکي دي.  او که چيرې طالبانو د هېواد واګې خداى مکړه بيا په لاس کې واخيستې نو د ژورنالستانو حال به همدا وي چې د طالبانو هر څه به د ورځپاڼو او وېبپاڼو په لومړي مخ خپروي که داسې نه کوي نو د ""شريعت"" اخبار د مدير مسئول په شان زندان به يې ځاى وي.  د افغانستان حکومت او په افغانستان کې مېشتو ايتلافي ځواکونو به تر اوسه پورې د افغان اسلامي اژانس څخه دا پوښتنه نۀ وي کړې چې ولې د طا� �بانو هره خبره (درواغ وي که رښتيا) نشر ته سپارئ؟ زه دا خبره ځکه کوم چې که افغان دولت يا ايتلافي قواوو داسې کړي واى نو افغان اسلامي اژانس به ترې مونږ خامخا خبرولو لکه چې د طالبانو د دې بې مسئوليته څرګندونو څخه يې خبر کړو.  زما په نظر، دا اوس يواځې د افغان اسلامي اژانس نه بلکې د ټولې افغاني ميډيا سپکاوى دى. بايد چې ټوله افغاني او نړيواله ميډيا د طالبانو د هر ډول هلو ځلو او خبرونو څخه مقاطعه اعلان کړي او ورته وښيي چې د ميډيا په کا� �ونو کې مداخلت څه معنا لري. که طالبان په افغانستان کې د امريکا د مداخلت په ضد مقاومت او ""جهاد"" کوي نو ميډيا په ژورناليزم کې د طالبانو د مداخلت په ضد جهاد ولې نشي کولاى؟؟؟ زه دا يوه خبره دلته په زغرده کوم او په راتلونکي کې تاسې د دې پايله هم کتلاى شئ چې که زمونږ ميډيا په يو اواز د طالبانو د دې ګواښ او مداخلت په ضد چټک عکس العمل ښکاره نکړ نو دا به د افغاني او نړيوالې ميډيا لپاره د نور سپکاوي او حتى د مرګ سبب کېږي او که بالعکس چټک غبرګون يې وښود او د طالبانو د هرې ادعا، هر خبر، هر راپور، هر تخريبي اقدام سره يې مقاطعه اعلان کړه نو دا به د طالبانو لپاره يو داسې ځانمرګى بريد وي چې ترسره کړى يې په افغان اسلامي اژانس (په بله معنا په ټوله ميډيا) دى خو يواځې پخپله بريد کوونکي (طالبان) پکې مړه دي او افغان اسلامي اژانس (ميډيا) ته يې کوم ډول زيان ندى رسولى. ",پر افغان اسلامي اژانس د طالبانو ځانمرګى بريد 3344,"فریشته جلالزی ، پراګ"," فریشته جلالزی ، پراګ خورا زيات کلونه وشول چي سيد اغا په خارج کي اوسي دي لا هلکي وو چي په افغانستان کي جنګونه شول . داڅرنګه چي له مکتبه ووت د عسکري له ډاره يي کورني سل خطره ومنل او د پاکستان له لاري يي جرمني ته وليږو. لکه څرنګه چي خپله سيد اغا وايي په اروپا کي ژوند په اوله کي دومره اسان او اسوده نه وي چي فکر کيږي او خو د وخت په تيريدو بيا هرڅه ورو ورو سم شي.  سيداغا چي مي هره ورځ د افغانانو په کوم عمومي مجلس کي ليدلي تر غوږو نشه يي او د هغو ترخو وختونو قيصې کوي چي کله ده په سلماني کي ويښتان جارو کول.سيداغاپدي خوشحاله وو چي که ښي ورځي نه پاته کيږي بدي ورځي هم تيريږي.اوس يې روزګارښه دي د ريل او د موټرو په ايستګاه کي اخبار ويشي.  په هغه ورځ چي غاښ مي درد کاوه دي هم شفاخاني ته راغلي وو غاښو ته يي د وسپني قالب ورکاوه چي سيخ او يورنګه شي.داروپا د هواشکايت يي کاوه چي لمريي کم دي ځکه دانسان غاښونه خرابوي  په زړه کي مي ويل چي اوس د ٥٠ يا ٥٥ کلونو يي اوکه دعمر په حساب وي نور دي د غاښونو د وتلو وخت و� �ته ومي ويل  ..... اغا صيب څه ته دومره زحمت په ځان تيروې پريږده يي  اغاصيب سترګي د عينکو شاته غټي غټي کړي او راته وي ويل ...... ډاکټر وايي ژر به سيخ شي ٦ مياشتي زحمت ده بيا نو عادت کيږم او يوکال وروسته دا � �الب بيرته باسي بيايي سوکه په خپلي لڅي ککري لاس تير کړ ... سبا مي له ډاکټر سره اپاينتمنت اخيسي و� �ځم چي ويښتان را وکري نور صحي معاينات مي هم کړيدي واکسينونه ماکسينونه مي تکميل کړل د سترګو د عمليات لپاره مي هم خبري کړي  يو څه راباندي راټيټ سو او يوڅه سوکه يي راته وويل  .... ورکي که عينيکي په وطن کي ښي نه ښکاري اخر له ډيرو کلونو وروسته ورځم چي پوزيشن خو سم شي  سيد اغا لا خبري نه وي تمامي کړي چي د ډاکټر نوبت ورته راورسيد په عجله يي خداي پاماني راسره وکړه خو مخ کي تردي چي معايني خاني ته ننوزي بيرته يي ماته م خ راواړاوه او په لوړ اواز يي را ږغ کړ  ..... عمرخو هسي هم تير دي ،که په ځان لاس و نه وهي والله که څوک لو� �درکي بيا دوطن ساده ګي نجونه د چا سويي ته نه ګوري قواري ته ګوري ",سيد اغا 3345,امان الله نصرت ، ننګرهار,"  اشنا  مې د خوږو خوږو  وعدو  دی  پور وړی   سپرلی مو دا څو کاله د راتلو دی پوروړی پر مخ چې مې وهي سهار ماښام په توروزلفو    دلبر  مې  د درنو  درنو درو دی  پوروړی په ظلم يې چې چښلي زمونږ ويني په پيا لوکې د بر کلي سرکار  مو  د  ک� �و  دی   پوروړی وسلې  چې  زمونږ کلي  ته  راليږي  د وژلو د وينو سوداګر  مو  د  سرو   دی  پوروړی ملګري د جهاد يې چې سنګر کې شهيدان شول  نصرت يې د سپيرو سپيرو بچو دی پوروړی ",پور 3346,امان الله نصرت ، ننګرهار,"    خاوري د وطن مو ګلوريني دي  مونږ پرې تويي كړي خپلي ويني دي ځو به د وختونو له کاروان سره  سپيني دي د ژوند لارې مو سپيني دي  مونږ ملې غرور ملي اح ساس لرو  پاڼي  د  تاريخ  زمونږ  رنګيني  دي  ټيټي به زمونږ د پت شملي نه شي  سترګي د غليم  که  راته  سپيني دي ننګ لري غيرت لري ايمان لري پيغلي  د وطن  مو  نا ز نيني دي دا وطن مو ځان دا مو جانان وطن لوله  کار نامي  زمونږ  زرينې دي غرونه مو ښايست لري ښکلا لري  ښکلي  سر دري مو  لا حسينې  دي داد شنو  زمرو  او  ګوربتانو کو� � خاورې  يې  کيميا  اوبه  شيرينې   دي ځار شه ترې نصرته د لندن ښکلي  نجونې  د  هيواد  زمونږ   سنګينې  دي ",ملي احساس 3347,عادل اڅکزی ،چمن پښتونخوا,"  پر شونډو  چي  د  يار کله  اقرار  په  نڅېدو  سي د  زړۀ  پر  شاړه مځکه مي  بهار  په نڅېدو سيزاړۀ  او  اوسني  غمونه   ټول په  سيند  لاهو سي د  وصل جام چي اړوم خمار  په   نڅېدو  سي چي  مخ  ته  د  سيتم  وزي  ګامونه  ګړندي  کړي د وخت  تېرې چړې  ته  يې  پر هار په نڅېدو سي په څاڅکو د خوښيو  به  ځپلئ  وجود  پرېولو د  تور ګناه ګار غاړه  چي  د دار په نڅېدو سي تو پير يې  تر منځ  داسي  درته  ښيمه عادله په  غم  دي يار ځوريږي خو  اغيار  په نڅېدو سي ٢٠٠٦ ، ٤ ، ١٩   ",غزل 3348,عادل اڅکزئ - چمن پښتونخوا," ( پونم ) لخوا يوه لويه او بې سارې پر جوشه غونډه  د سهېلي پښتونخوا په مرکز کوټه ( مېزان يا باچاخان ) چوک باندي په پاکستان کي د پوځي حکومت يا د پروېز مشرف دغېر جمهوري امريت په خلاف رابلل سوې وه  عادل  اڅکزئ ، چمن پښتونخوا - يکشنبه ۱۸ جون ۲۰۰۶ د سهېلي پښتونخوا مرکز کوټه کي دمحکومو  قومونو  اتحاد ( پونم ) لخوا لويه جلسه ، په پاکستان کي مېشت اولسي ګوندونه لکه دپښتنو ملتپاله ګوند ( پښتونخوا ملي عوامي ګوند ) د بلوڅودوه ملتپا له ګوندونه هر يؤ لکه ( بلوچستان نيشنل ګوند ) ، ( بلوچستان نيشنل حئ ډله ) د سيند ايا لت ( سيند ترقي پسند ګوند ) جيې سيند ګوند) جميعت علماۀ سيندګوند ، سرائيکي نېشنل ګوند ، او نورو ګوندونو لخوا نن په يوه ږغ دګډ ائتيلافي ګډ نوم ( پونم ) لخوا يوه لويه او بې سارې پر جوشه غونډه  د سهېلي پښتونخوا په مرکز کوټه ( مېزان يا باچاخان ) چوک باندي په پاکستان کي د پوځي حکومت يا د پروېز مشرف دغېر جمهوري امريت په خلاف رابلل سوې وه ، چي ورکي د هيواد ددغو څلورو قامونو لکه پښتنو ، بلوڅو ، سيندهيانو ، او دسرائکي قامونو مشرانو ، سياسيانو ،او  روڼ اندو په ګڼ شمېر تعداد کي برخه  درلودله ، بلي خواته د همدې څلورو قامونو اولسونو د زرګونو په شمېر او تعداد کي له بېلابيلو ښارونو او منطيقو ، څخه د ګڼو لارينونو په شکل وار په وار په جلسه کي شرکت کاوه ، دڅېړونکو  په اند په سيمه کي نوموړې جلسه يا احتجا جي غونډه بې سارې وه ، په دې غونډه کي ځینو مشرانو په خپل وار سره خپلي ويناوي دجلسې بر خوالو ته واؤرولې ، لکه د پښتنو په استازيتوب ، محترم محمود خان اڅکزي ، د بلوڅو په استازيتوب عطاۀالله منګل ،ډاکټر عبدالحي بلوڅ ، د سيندهيانو په استازيتوب د پخواني جي ايم سيند لمسئ ٠٠٠٠ شاه ، ډاکټر قادر مګسي او نورو قامي مشرانو او سياست پوهانو خپلي ويناوي د هيواد ( پاکستان )  پر روان بوران باندي واؤرولې ، چي دګډونوالو لخوا په وارو وارو په چکچکو او تودو احساساتي نارو او چغو بدرګه کېدلې ، ويناوالو په خپلو ويناوؤ کي زياته کړله ، پاکستان د ټولو ميشتو قامونو ګډ کور دی ، پر ځائ د دې چي ټولو قامونوته په مساوي نظر وکتل سي لا کن متعصفانه خبره د دې څخه برعکس ده ، معنا په ملک کي د ټولو قامونوګډه مشترکه شتمني ،وسائل ،او عائيدات ،يوه ايالت پنجاب يا يوه قام پنجابي وخت په وخت لوټلي دي ، د پونم يا دمحکومو قامونو د ائتيلاف جوړېدل د پنجاب د ناروا بالادستۍ او جبر نتيجه ده ، دوي دا هم وويل چي پاکستان او هندوستان په يوه ورځ ازادي ترلاسه کړې ده ، د هندوستان د جمهوري اصولو او حالاتو مطالعه که موږ وکړو نو دې نتيجې ته رسو چي هندوستان اولسي يا ملي پارلمان هر وخت نه يوازي دا چي ازاد  او خپلواک پاته سوی دی بلکې خپل ټاکلی وخت يې د ائين  ( اساسي قانون ) سره سم په ازاده جمهوري فضا کي بشپړ کړی دی ،که چيري موږ د هندوستان دتيرو او اوسنيو حکمتونو جاج واخلو دې نتيجې ته رسيږي چي هلته په تېر ه نهه پينځوس ٥٩ کلنه دوره کي تر اوسه پوځي ډکټېټر يا حکمران نه دی قا بض سوی ، د هند ګاونډ پاکستان ته که راسو او د دې هيواد تېر او اوسني سياسي حالات که مطالعه کړو نو ويلاي سو چي دلته تر اوسه پوري ملي پارلما ن خپله ټاکلې موده نه ده بشپړه کړې ، په وارو  وارو د ملک فوځي جنرالانو په خپل دور کي په حکومتي چارو کي په عامه او ښکاره تو ګه مداخله کړې ده ،نه يواځي داچي په حکومتي چارو کي په څو څوځله پوځي جنرالان په مداخله ککړدي بلکې د ملک خود ساخته ائين لومړئ همدې پوځي جنرالانو تر پښو لاندي کړی دئ ، جنرال ايوب که يوې خواته دملک تر ټولو غټ چيف جنرال وؤ ، نو وبلي خواته يې د همدې ملک جمهوري پارلمان لکه ښامار تر ستوني تېر کړ ، د نورو ګڼ شمېر جمهوري خلګو او سياسيانو په شمول يې خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزئ  ، ورسره يې خان عبدالغفار خان ( باچا خان ) د زندان دتورو ټمبو وشاته لسګونه کلونه په ناجايزه توګه په بند محکوم کړل ، خو بيا يې هم د دوی خولې له حق ويلو څخه بندي نه کړې ، د پاکستان په پوځي ډکټېټرانو کي د جنرال ايوب په شمول جنرال ضياۀالحق او اوسنئ جنرال پروېزمشرف د يادوني وړ دي چي په خپل نو بت سره يې د جمهوريت پر غاړه د ناروا امريت چاړۀ راکش کړې ، او د همدې هيواد مړ ژواندۀ جمهوريت يې حلال او ذبح کړی دی ،مقررينود خپلو ويناوپه ترڅ کي د کالاباغ ډېم جوړېدل  وغندله او دا يې هم ورسره زيا ته کړله چي د دې ډېم د جوړېدلو ګټه تش پنجاب ايا لت ته وزي ، او زيان يې د صوبه سرحديا پښتونخوا ايالت مځکو او اولس ته رسيږي ،لکه څرنګه چي د دريو  ايالتونو ، ولايتي پارليمانونو ،  لکه سيند ، بلوچستان ،او سرحد ،د نوموړي ډېم جوړېدل  رد کړي دي ، همداسي دې لويې جلسې د دې زيان من ډېم جوړېدل  رد او وغندله ، د دې  خبرو ترڅنګ يې په بلوچيستان کي د فوځي قواؤ هغه جابرانه او ظاليمانه حملې او بمبارۍ وغندلې کومي چي يې له ډېره وخته را هيسي پر مظلو مو بلوڅانو وروڼو باندي د ناترسيو په تورتم کي رواني ساتلي دي ، د پاکستاني پوځ دغه کرغېړن عمل نه يواځي وغندل سو بلکې د بشري حقوقو  د عوېدارانو باندي يې په بلوچستان کي د مداخيلت کولو ږغ وکړ ، دا احتجاجي جلسه يا غونډه تر ماښام نا وخته پوري روانه وه ، په پائ کي د مظلومو قامونو په ملاتړ له زوږه ډکي نارې  او دموجوده پوځي حکومت په ضد او د پنجابي استعمار د ظالمانه چلن پرخلاف نارې او چيغي په دوام داره توګه وار په وار پورته کېدې ، له دريځ څخه د ( ازاد پښتونيستان زنده باد ، ازادبلوچستان زنده باد ، ازاد سيندودېش زنده باد ، ازاد سرائکستان زنده باد )  په نارو دا جلسه پای ته ورسېده . ",په کويټه کي د پاکستان دولت پرضد احتجاجي غونډه 3349,," د قزاقستان په پلازمينه الماتا کې د اسيايي هېوادونو تر منځ د همکارۍ او اعتماد د پراختيا د کنفرانس له پاى ته رسېدو وروسته نن افغان ولسمشر حامد کرزى له الماتا څخه بېرته د چين هېواد په لور را خوځېږي ،ټاکل شوې ده چې ولسمشر کرزى به نن له چيني چارواکو سره د افغانستان په ګټه ديارلس بېلابېل تړونونه لاسليک او وروسته به د خپل هېواد په لور را ستون شي .د يادولو وړ ده چې په الماتا کې د آسيايي هېوادونو کنفرانس تېره ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره پاى ته ورسېد چې په اعلاميه کې ټولو اسيايي هېوادونو له افغانستان سره د ترهګرۍ او نېشه يي توکو د له منځه تللو ،د بيا رغونې او د ثبات د ټينگښت په اړه د مرستې کلک ټټر هم وهلى دى . ",ولسمشر حامدکرزى نن الماتا څه بېرته چين ته راځي 3350,," دکورنیو چارو وزارت په خپرې کړې خب� �پاڼه کې ویلي چې تیره ورځ دغزنی ولایت د قره باغ ولسوالی د امنیی قوماندانی ځواکونو دملي اردو سره په گډو عم� �یاتو کې ١٢ ددولت مخالفین دمولوي سراج الحق په مشرۍ نیولي او دپوښتنو او گرویږنو لپاره ددغه ولایت مرکز ته استولي. دکورنیو چارو وزیر ضرار احمد مقبل له خولې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا دپولیسو لپاره ستره � �استه راوړنه ده چې دده په وینا ددښمن په وړاندې یې ترسره کوي. ",په غزني کې ١٢ مخالفین دکورنیوچارووزارت نیولي. 3351,,"    دکورنیو چارو وزارت په خپرې کړې خبرپاڼه کې کاږلي چې د فراه ولایت د امنیه قوام اندانی د تروریزم سره د مبارزی پولیسو تیره ورځ  د فراه ولایت د ملی امنیت د کارکونکو سره په ګډه د یو لړ تصفیوی عملیاتو په ترځ کی د وه تنه د عبد المالک او علاوالدین په نومونو د یومیل کلاشینکوف سره د فراه ولایت د شیب کوه ولسوالی د تاجک په کلی کی د تښتونی به تور نیولی او دوه کسه تښتول شوی ایرانیان چی د ایران د زابل  ښاراوسیدونکی دی ددوی له منګولوڅخه ازاد کړی دی. ", فراه کې دوه شکمن کسان دتښتونې په تورنیول شوي. 3352,," دهرات ښار په يو ښوونځى کې چاودنه شوې چې له امله يې ٤ تنه زده کونکى وژل شوي او تر اوسه ٢٠ تنه ټپيان زده کونکى روغتون ته ليږدول شوي دي . چاودنه د فکرى سلجوقى په ښځينه ښوونځي کې نن سهار رامينځ ته شوې ده . .د عينى شاهدانو د خولې د قربانيانوشميره تر هغه ډيره ده کومه چې اوس مهال د خبرى رسنيو تر غوږو رسيدلې ده .د هرات والى له خبري رسنيو سره دغه پېښه يوه ناڅاپى پېښه بللې چې د ښوونځۍ په پخلنځى کې د غازو د دبلې د اورلګيدوله امله رامينځ ته شوې ده. ",هرات کې چاودنې د يو ښوونځى ٤ زده کونکى وژلى 3353,," د فارياب پوليسو ددغه ولايت د کوهستان ولسوالۍ په اړوند سيمه کې ٥٠ کيلوګرامه ترياک تر لاسه کړي او ٣ تنه تورن کسان يې د پېښې په اړوند نيولى دي .د فارياب د پوليسو مشر بينوا ته وويل :نيول شوي کسان د غور ولايت اسيدونکې دي چې يو ميل روسي کلاشينکوف هم ور څخه تر لاسه شوي دي . ",پوليسو ٥٠ کيلو ګرامه ترياک فارياب کې تر لاسه کړي 3354,," هلمند کې د برتانوى ځواکونويو وياند په دغه ولايت کې د ٦ تنو طالب جګياليو دوژلو ادعا کړې . وياند ويلى تيره شپه هغه مهال طالب جنګيالى ددوى د ځواکونو د بريد په پايله کې ووژل شول ، چې د کجکى د بريښنا په بند باندې يې د بريدتيارى درلوداو په دغه بند باندې يې په تيرو څلورو ورځو کې هاوان توغول . نوموړې ويلى چې ددوى ځواکونو ته زيان نه دى رسيدلى اودوسله وال بريد کونکو څخه يې يو شمير وسله هم لاس ته راړې ده . طالب جنګياليو تر اوسه په دې اړوند څه نه دي ويلي . دهلمند دولتى چارواکو هم په سيمه کې د جګړې پخلۍ کړى دى . ",هلمند کې ٦ تنه طالب جنګيالي انګريزانو وژلي 3355,,"   نن سهار دهلمند ولایت دسنگین په ولسوالۍ کې ددغه ولایت داستخباراتو دپخواني مشر داد محمد خان چې دا مهال دپارلمان غړی دی ورور گل ماس خان دطالبانو په یوه برید کې وروسته له سختې جگړې له خپلو اوو تنو ملگرو سره وژل شوی. چارواکو دپیښې پخلی کړی. ",دهلمند داستخباراتو دپخواني مشر ورور وژّل شوی. 3356,,"  ائتلافي ځواکونه دطالبانو ادعا چې پکتیکا یې ددوی چورلکه غورځولې ردوي. دائتلافي ځواکونو له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دطالبانو هغه ادعا چې طالبانو ویلي وه تیره ورځ یې په پکتیکا کې ددوی چورلکه را غورځولې په کلکه ردوي او وړاندې وایي هیڅ � �ول زیان ائتلافي ځواکونو ته ندی ور اوښتی.  ",ائتلافي ځواکونه نه مني چي الوتکه يې غورځول شوې 3357,," د کابل ښار د لسمې ناحيې اړوند د وزير اباد په چهار کلا کې تيره شپه د غلو يوې څلور کسيزې ډلې د يو کور څخه هر څه غلا کړي او د کورنى يو غړى يې،چې له دوى سره � �اس په ګريوان شوي وو په ډزو سره وژلۍ دى . پوليسو د پېښې په اړوند ٣ تنه شکمن کسان نيولي دي .د کورنى غړى وايى چې غله د پوليسو تر نامه لاندې د تلاشى په پلمه د دوى کور ته ورننوتى اوهرڅه يې له ځانو سره وړي دي. ", کابل کې غلود يوکورخاوند په ډزو وژلۍ دى 3358,," طالب جنګياليو نن سهار هلمند کې په يو دولتى کا� �وان دسپکو او درندو وسلو بريد کړې دي چې له امله يې د يو دولتى چارواکي په ګډون څلور تنه پوليس وژل شوي دي . ",هلمند کې طالبانو ٥ تنه پوليس وژلي . 3359,ډاکټر يحيی وردګ," په هامبورگ کې د افغانستان يولسمه اونۍ  (10.07.2006 - 16.07.2006)  گرانو هېواد والو!د افغانستان معلوماتي مرکز (افغانيک) او د سياسي زده کړو ټولنه تاسو قدرمنو آغلو او ښاغلو ته په خپل سږني سيمينار کې بلنه درکوي. دغه سيمينار د جولای د لسمې نېټې څخه تر شپاړسمې نېټې پورې د يولسم ځل لپاره او په کال کې يو وارې په هامبورگ کې جوړېږي.ټول هغه افغانان او آلمانان چې د افغانستان له مسايلو او په آلمان کې مېشتو افغانانو د ژوند او ستونزو څخه ځان خبرول غواړي، دلته په زړه پورې مع� �ومات تر لاسه کولای شي. د سيمينار د گډون ونډه سل يورو او د بېکارانو دپاره پنځوس يورو ده.خپل ماشومان هم ځان سره راوستلای شئ، د گډون ونډه يې څلوېښت يورو او د بېکارانو دپاره شل يورو ده. موږ د آلمان د حکومت په م� �سته ټول د هوټل لگښت او درې وخته خوراک په غاړه اخلو. د سيمينار ژبه آلماني ده، خو د اړتيا په مهال کې د ځينو برخو ژباړې ته چمتو يو.د دغه سيمينار پروگرام او گډون پاڼه دلته (www.afghanic.org) تر لاسه کولای شئ!که کومې پوښتنې ولرئ يا لا ډېر معلومات پکار وي په لاندی پته راسره اړيکې ټينگې کړئ.په درنښت يحيی وردک او ام اديس هيمپل Dr. Yahya wardakMoerikestr. 50, 53121 BonnMobil: 0174-741 73 06wardak@afghanic.de ",هامبورګ : د افغانستان دمعلوماتي مرکز خبرتيا 3360,,"   دننگرهار ولایت دخوگیاڼو په ولسوالۍ کې تیره ورځ دځمکې په سر ددغه ولسوالۍ ددوو کلیو اشپان او طوطو تر منځ سخته جگړه را مخ ته شوې وه چې له امله یې یو تن مړ او څلور تنه نور ټپیان شوي نن دغه شخړه هواره شوې او دواړو کلیو له جنگونو لاس اخیستی. ", خوگیاڼو کې داشپان او طوطو کلیو شخړه هواره شوه. 3361,احمد فؤاد لامع- کابل," که څه هم بينوا د نورو پاڼو په پرتله د څانګو او برخو له پلوه بډايه ده خو دننه په څانګو کې يې ځينې نيمګړتياوې ليدل کيږي. د بيلګې په توګه، دڅ انګو ترمنځ يې انډول له پامه غورځېدلی دی. اوس مهال يې د سياسي خبرونو، سياسي ليکنو او شعرونو برخه   ""بينـــــــوا"" نوا مـې واوره، ستا د ژبې خوشحالي ده ښکلې پاڼه دې شوه تانده، پر کلــــــــيزه يې مستي ده د ""خالد"" په مټ يې شور دی، اچـولی په دې جال کې د""احسان"" په احسان دروم ي، داکاروان دا يې هستي ده   د پښتو ژبې د سترې او بې بديلې ويب پاڼې بينوا ډاټ کام دوهمه کليزه د نوموړې ويب پاڼې چلوونکو او ټولو لوستونکو ته مبارکي وايم. دا د بينوا ويب پاڼې چلوونکو ته د وياړ ځای دی چې ددې پاڼې له پيدايښت څخه د دوه کلونو په تيريدو يې، په نړيوال جال کې بينوا ډاټ کام ته داسې يوه بڼه وربخښله چې اوس مهال د پښتو ژبې د پرليکه خپرونو د سر جوغه بلل کيږي. بينوا ډاټ کام، د تيرو دوه وو کلونو په ترڅ کې دومره پراخه، په زړه پورې او بډايه شوه چې په ټوله نړۍ کې يې ځان د پښتنو نژدې ب� �يښنايي ملګری وګرځاوۀ. زه فکر کوم چې که څوک انټرنيټ ته لاس رسی ولري او په پښتو هم وپوهيږي، نو خامخا د بينوا پاڼې لوستونکی دی او وخت پر وخت يې په مينه پرانيزي. ددې پاڼې پرمختګ له هره پلوه د پام وړ دی، که د بڼې له پلوه يې وارزوو، په لومړي سر کې يې بڼه که څه هم بده نه وه خو د اوس په پرتله زړه راښکونکې هم نه وه. د بڼې بدلون يې که له يوې خوا پاڼې ته يو تازه او زړه وړونکی رنګ وروباخښه له بله پلوه يې د څانګو په برخه کې هم ځيني نوښتونه له ځانه سره درلودل. نوې څانګې پکې پ� �انيستل شوې او ددې څانګو تنظيم او اوډنه هم په ډيره عالي توګه بدله شوه. په مانيز ډول هم دې پاڼې ځيني بدلونونه له ځانه سره لرل، لکه څنګه چې مو وويل د نويو څانګو پرانيستنه د همدې بدلونونو په ډله کې وه. که څه هم په لومړي سر کې د بينوا پاڼې خپره ييز دريځ تر ډيره بريده ادب او هنر ته ځانګړی شوی وو خو وروسته، د بدلونونو په لړ کې دې دريځ هم تر يو ځایه تغيير وموند او په يوې داسې پاڼې بدله شوه چې د خپره ييزو توکو انسايکلوپيډيا ته ورته شوه. دا هم تر يو ځايه پورې کيدای شي ددې پاڼې په مثبتو بدلونونو کې وشميرل شي. د ژب پوهنې له پلوه، د يوې ژبې په ژوندي پاته کيدو کې څو فکټورونه شامل دي چې په ن� �ت کې يې هغې ژبې ته د مړينې ګواښ پيښيږي:   - پر يوې ژبې باندې د وګړو ګړېدل - پر هغې ژبې باندې خپرونې - او پر هغې باندې د ژب پوهانو علمي کارونه   که پورته وګورو، په يوې ژبې باندې خپرونې د ژبې د ژوندون دوهم ستر شرط دی. دغه خپرونې، اوس مهال کتابونه، ورځپاڼې، مجلې، راډيوګانې، ټ� �ويزيوني شبکې او بريښنايي پاڼې په ځان کې رانغاړي. د بريښنايي پاڼو پرته، نورې ښکارندې زموږ په هيواد کې لږ څه م خينه لري او په هره برخه کې يې کار شوی دی خو د انټرنيټ په رامنځته کيدو سره، بريښنا پاڼې هم دې ډګر ته راننوتې. � �ه دې سره يو شمير غښتلو او هوډمنو زلميانو مټې راونغښتې او د لومړي ځل لپاره يې نړيوال جال کې پښتو پاڼې هم وپنځولې. بينوا ډاټ کام په دې لړ کې د پام وړ ځای لري. بينوا پاڼې په دغه تاريخي پړاو کې نه هيريدونکي فعاليتونه وکړل او نړۍ ته يې د پښتو ليکنو ور پرانيست. لکه څنګه چې مو دمخه وويل، بينوا په هرې څانګې کې ګلونه وټوکل او داسې ګلونه چې هر يو يې له بل څخه ښايسته. د پښتو ويب پاڼو په رامنځته کيدو سره، انلاين ژورناليزم يا پرليکه خبريالي هم پښتو ژبې ته يوه نوې ښکارنده وه چې ډير ژر يې وده وکړه. بينوا پاڼې په دې څانګه کې هم د پام وړ فعاليتونه وکړ� �. د ويب پاڼو په رامنځته کيدو سره، � �از راز ډلو او وګړنيزو کسانو د انټرنيټ له لارې خپل اندونه او باورونه خپاره کړل چې په دې ترڅ کې هره پاڼه د يوې ځانګړې تګلارې دريځ وګرځېد. بينوا پاڼه هم له دې کتاره نه ده وتلې او په ټوليزه توګه که پاملرنه وکړو نو کابو هم اغه تګلاره تعقيبوي کوم چې د پاڼې په سر کې يې ځانته ټاکلې ده. دريځ يې ملي، ژبې ته ګټور، او له درنښت سره مل دی. خو اوس به راشو ددې پاڼې ځينو نيمګړتياوو ته: که څه هم بينوا د نورو پاڼو په پرتله د څانګو او برخو له پلوه بډايه ده خو دننه په څانګو کې يې ځينې نيمګړتياوې ليدل کيږي. د بيلګې په توګه، دڅانګو ترمنځ يې انډول له پامه غورځېدلی دی. اوس مهال يې د سياسي خبرونو، سياسي ليکنو او شعرونو برخه � �يره پياوړې ده او وخت پر وخت تازه کيږي. خو ځينې برخې يې کمزورې دي. په دې مانا چې نوي مطالب پکې نه خپريږي. ځينې داسې څانګې هم شته چې د يو کال په ترڅ کې يې هم د تازه مطلب مخ نه دی ليدلی. پر دې سربېره، که ځينې نورې څانګې هم پرانيستل شي ښه به وي. لکه د هنر او ادب په ب� �خه کې د شعرونو، لنډو کيسو، طنزونو او نورو څانګو ترڅنګ، د ادبي ټوټو يا لنډو ادبي ليکنو څانګه نشته. دا په داسې حال کې ده چې ادبي ليکنې د ادبياتو يوه ستره برخه جوړوي. د نثر په ودې او پياوړتيا کې تر ډيره بريده اغيزمنې دي. همدا راز په دې پاڼه کې د دودونو او رواجونو په اړه د يوې څانګې کمښت وينم. زموږ ټولنه د نورو ټولنو په شان د ارزښتمنو او ګټورو دودونو او � �واجونو ترڅنګ، يو شمير ناوړه او بې ګټې دودونه هم  په ځان کې رانغاړي. زموږ ليکوالان او د قلم خاوندان بايد ددغو دودونو مثبتو اړخونو ته وده ورکړي او د هغو د منفي اړخونو په ورکولو کې هڅې وکړي. که چېرې دغې موخې ته هم يوه څانګه په پام کې ونيول شي، نو د بينوا ډاټ کام د بڼ پر ګلونو به يو بل ښايسته ګل هم و� �زيات شي. بله خبره چې بايد ورته پامل� �نه وشي، هغه د املا او انشا برخه ده. بينوا ډاټ کام يوې ځانګړې سيمې پورې اړه نه لري بلکې د لر او بر پښتنو کورګی دی. ټول پښتانه دا پاڼه خپله ګڼي. د پاڼې د موقف په پام کې نيولو سره چې د ټولو پښتنو په زړونو کې يې ځای موندلی او دا چې کولای شي د پخوا په شان پښتو ژبې ته د خدمت لاره ووهي، نو بايد د پښتو په معياري کولو کې هم هڅې وکړي. په خواشينې سره دغه ستر ټکي ته په دې پاڼه کې لږه پاملرنه کيږي. ليکنې ټولې په يوې املا او ليکدود نه دي. ځيني يې وګورې په مرکزي لهجې ليکل شوي ځينې يې په لويديځې يا کندهاري لهجې او ځينې يې هم د کوزې پښتونخوا په لهجې. د پښتو ژبې معيا� �ي کيدو ته پخوا هم ډيرې هڅې شوي خو دا لړۍ د ناورينونو په راتلو سره لاهو شوه او اوس د پخوا په شان پښتو ټولنه هم نه لرو چې زموږ د ژبې په معياري کولو کې فعاليت وکړي. نو که بل څه نشو کولای دومره خو مو وس رسيږي چې د هغو په وروستي تم ځای ودريږو او له يوې معتبرې خپرونې څخه دڅو سيمه ييزو لهجو له خپراوي څخه ډډه وکړو. په دې لاره کې د بينوا پاڼې د خپروونکي پلاوي پاملرنه غواړم. بل مهم ټکي چې بايد د بينوا پاڼه لکه څنګه چې ښايي ترې سپيڅلې وساتل شي، هغه د بيځايه تعصب او فا� �يستي مفکورو انعکاس دی. هره ټولنه، هر قوم او هره ژبه تر يو ځایه په دغه راز فاشيستي مفکورو لړلې ده، لکه څنګه چې موږ په خپل هيواد کې اوس ځيني متعصبه او پوچ فکره کسان لرو چې د پښتو او پښتنو په سپکاوي نه مړيږي. دغه ستمي او ايران پلوه ډلې د اوسنيو روڼ اندو او تاريخ له خوا ترټل کيږي. نو تاسې فکر وکړئ چې که موږ هم ، خدای دې نه کړي، د هغو پر پلۀ، ګام کيږدو او ورته غبرګون ورښکاره کړو نو د يو درېيم ګړي کس پر وړاندې زموږ او د هغو توپير به په څه کې وي؟ پر اصلي موضوع به راشو، په بينوا پاڼې کې تر ډيره بريده دې ته پاملرنه کيږي چې د دغه راز ليکنو او مفکورو � �ه خپراوي څخه ډډه وشي، او هيله من يم خپل دغه ګټوره تګلاره لا پسې ټينګه کړي. په ټوليزه توګه، لکه څنګه چې مې مخکې يادونه وکړه، د پښتو ژبې دغه ستره او ښکلې ويب پاڼه، له سترو او نه جبرانېدونکو نيمګړتياوو څخه تشه ده او اوس مهال د پښتو پرليکه خپرونو د سر جوغه او د دې لرغونې ژبې يو ښکلی او بې بديله بريښنايي دريځ دی. ددې پاڼې ټولو چلوونکو ته بيا هم د بينوا ډاټ کام د دوهمې کليزې مبارکي وايم او هيله من يم چې د پښتو ادبياتو معاصر تاريخ، د دغۀ راز پياوړو او هوډمنو بچيانو هلې ځلې لکه څنګه چې ښايي، له ياده ونه باسي. دوی د پښتو او پښتانۀ ددوی پوروړي دي.   په پښتني ولولو احمد فؤاد لامع- کابل ",بېنوا ډاټ کام، د پښتو پرليکه خپرونو د سر جوغه 3362,"ميرويس جلا� �زي"," نوموړي په يوه ټليفوني اړيكه كي د يك� �نبي د ورځي په څلورو بجو بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي د نوموړي د كورنۍ په يوې ډلي د هلمند د سنګين د ولسوالي په ب� �زار كي سهار ناوخته بريد شوي او تر اوسه هم جګړه روانه ده . هغه وايي چي ده ته د رسيدلو ورستيو راپورونو پر اساس تر اوسه يې د يو ورورو په ګډون ۳۰ تنه خپلوان په دې جګړه كي د طالبانو له خواه وژل شوي دي . نن سها رداسي خبرونه هم خپاره شوي وو چي نوموړي هم په بريد كي مړ شوی خو هغه په كابل كي او روغ رمټ دي . هغه د دې سوال په ځواب كي چي له حكومت څه غواړي وويل چي دی له دولت نه هيڅ تمه نلري. ",د هلمند د وكيل د كورني ۳۰ تنه غړي وژل شوي دي 3363,," د هغو ٧ تنو وژل شوو افغانانو جنازې چې تيره اونۍ د ايران په شيرازکې په ډزو کې په ډير بې رحمانه اوډله ايزه توګه وژل شوي وو، نن د ايرانى چاواکو له لوري ه� �ات کې افغان دولتى چارواکو ته سپارل شوې . افغان چارواکو په کلکه له ايرانى چارواکو غوښتې تر څو د وژل � �ووافغانانوقاتلينو ته سخته جزا ورکړي .نوموړى افغانانو تيره اونۍ د يو ايرانى کورنى ديو غړى له خواد ايرانى نجلى د ريبارى په مهال تر بريد لاندې راغلل او ووژل شول.په بريد کې هغه ايرانى نجلۍ هم وژل شوې ،چې افغان کورنۍ يې د ريبارى له پاره د هغې کورته ورغلي وو. د بريد په مهال دوه تنه په تيښته بريالى شوي . ",د ٧ وژل شووافغانانوجنازې هېواد ته راوړل شوې 3364,," افغان چارواکو نن دکابل ښار د ده سبز سيمه کې ١٤٠٠ کيلو ګرامه نيشه يي توکي او ١٥٠٠٠ بوتل شراب له مينځه يوړل . د کورنيو چارو وزارت مرستيال جنرال داود وويل په تيرو ١٣ مياشتو کې ٧٠٠ قاچاچيان نيول شوي او څه باندې ٢ سوه ټنه نيشه يي توکي سوځول شوي دي . داود په ډاګه کړه چې په نيول شوو کسانو ١٩ تنه دولتى پوليس هم شامل دي . ده دنوموړو کسانو له رتبې او دندې له ويلو څخه ډډه وکړه . ده دا هم ومنله چې يو شمير دولتى چارواکى د نيشه يي توکو په کاراوبار بوخت دي،مګر په دې اړوند يې تراوسه بشپړ شواهد او اسناد نه دي تر لاسه کړي . ",کابل کې نيشه يي توکي وسوځول شول 3365,تايب," دافغانستان دکرکټ ملى ټيم په لندن کي. دافغانستان دکرکټ ملي ټيم په لندن کې دبرتانيا په هيوادکې ددې هيواد دځينوټيمونوسره  په يولړ لوبو بوخت دى. دوخت نه په ګتى سره دهغه مينې له مخې چې افغانان ئې دخپل هيواداوهيوادوالوسره اوپه ځانګړې توګه دورزش سره لري  په بريتانياکې داوسيدونکوافغانانوټولنې دخپل هيوادني ټيم دلاتشويق اوقدردانى په موخه دجون دم ياشتي په ١٧ مه نيټه ددې ټولنې په انګړکي ددوى په وياړيوه پرتمينه غونډه جوړه کړې وه. غونډه دقران کريم دڅواياتونوپه تلاوت پيل شوه اوبيا سيدجان کارواني دټولني دمشر له خواراغلوميلمنوته  هرکلى وويل شو هغه زياته کړه: موږوياړلروچي نن دافغانستان دورزش قهرمانان وينو اودازموږافغانانودپاره لوى وياړدى موږدخپل هيواده مينه نه پرې شوى اوتل مودامينه په زړه کي ده نن که هرڅومره موږ ددې ځوانانوخدمت وکړولا کم دى... و� �پسى سليم تايب دټولنې مرستيال ويناوکړه اوويل ورزش سوله ده ، وورزش صحت دى اوورزش دملي يووالي سمبول دى. و� �زش دى چي هيواد اوخلک ئې نړى ته ورپيژني اوورزش دى چي دهيواد عزت او سرلوړى وطن ته راوړي....... ارجنټاين اوب� �ازيل نه صنعتى ،نه سياسى اونه کوم ډيرپرمختللى هيوادونه دي خودفوټبال دورزش په وجه يې هرڅوک پيژني دما� �ادونا اورونالدو .... دپاره ئې هرڅوک درناوى کوي. اودا ديوهيواددپاره لوړه اتوريته ده. .. ورپسې دافغانستان داسلامي دولت مشاور وزيراودټيم سرپرست ښاغلى شهزاده مسعود اوږده وينا وکړه اوڅرګنده يې کړه چي دافغانستان دکرکټ ټيم يوملي تيم دى چي په اسيا اواروپا کې برياليتوبونه ترلاسه کړى دي، اواوس موږدهيوادپه ٢١ ولايتونوکي دکرکټ ټيمونه لرو اودادوياړځاي دى چې موږ په جنګ اوستونزمنو  شرايطوکې داسي بري ته رسيدلې يو. م وږ ډيراميد دلروچي داګست دمياشتې لوبې موږنړيوال کرکټ ته راوباسي. همدارنګه په غونډه کى ښاغلو ويا� �،اعظم،نجم،دلداراونوروويناوې وکړي اويوشميرسوالونوته دښاغلى شهزاده مسعود له خوا ځوابونه وويل � �و. دغونډي په پاى کي دټولنې له خوامډالونه،برې ليکونه اودټولنې له خوا ددوى په وياړافتخاري کپ ورکړه شو غونډه په ملي اتڼونو سره پاى ته ورسيده اوورپسې دوى په هغه ميلمستيا کى چى دټولنى له خوا ورته برابره شوى وه ګډون وکړ. په پاى کي يادګاري عکسونه واخيستل شو.  په درناوى په بريتانياکى دافغانانودټولنى له خوا ",دافغانستان دکرکټ ملى ټيم په لندن کي. 3366,محمداسحاق نظامي,"  محمداسحاق نظامي  تيره ورځ دطالبانو دتحريک دجنوب ختيځو او شمال ختيځو برخو لپاره فوځي وياند ډاکتر محمد حنيف افغان اسلامي اژانس ته دخپلو روزمره تيلفوني خبرو په جريان کي ديوه خبر دناسم خپرولو او نه اصلاح په اړه ګيله کړي وه چي نوموړي اژانس دموقع نه په ګټه اخستلو ديو لړ فشارونو دکمولوپه نيت له دې تيلفوني مکالمي نه يو خبر جوړ کړى ؤ او خپله ويب پاڼه کې يي ليکلى ؤ :چې طالبانو په اسلامي اژانس سخت تنقيدونه کړي  خو دبينوا ويب پاڼي د)ګلزاده حقپال( تر نامه لاندې دا تن� �يدونه دطالبانو لخوا اسلامي اژانس ته په يوه ګواښ سره تعبير کړي او پر دې يي يو مضمون ليکلى چې عنوان يي د� � ( پر اسلامي اژانس دطالبانو ځان مرګى بريد) او په دى سره يي افغاني ميډيا هڅولي چې دامريکايي عسکرو تر سيورې لاندې دطالبانو په ضد سره يو شي او دامريکايانو خبرونه په اخلاص او ايماندارۍ خپاره کړي په مقابل کې يي دطالبانو هيڅ خبرهم خپور نه کړي  دګلزاده نظر دادى چې ميډيادې تش د(PRT) موسسي صابون او بسکټ ويشل اعلانوي او بس  کله چې  پّه هیواد کي پردي یرغلګر ووژل شي نو بيا دې وويل شي چې دوۍ واکسينونه نه وو کړي او دشري ناروغۍ ووژل  زما په خيال نړيواله ميډيا به دومره دځان شرمولو ته هم ټينګه نه شي دخپل باور دساتلو � �پاره به هم داسي ونکړي او چې نړيواله ميډيا دګلزاده خبر ونه مني نو محلي او سيميزه ميډيا خو هسي هم په تقليد ولاړه ده  هغه ډيموکراسي چې ګلزاده او ملګري يي په استقبال کې دخپلواکۍ ،ملي او ديني ارزښتونو پر بايللو او دپنځوسو کلونو پورې دخاوري پر پلورلو هم راضي دي دومره بي روحه او بي معنا وخته چې يوازي پکې امريکايي عسکرو او ګوډاګيانو ته يي دبيان دازادۍ حق حاصل دى، او ګلزاده او ملګري يي غواړي چې ددى تقلبي ډيموکراسۍ نه ديوه داسي چاقو کار واخلي چي پخپله پرې هندواني او خټکي وخوري او دنوروپرې مرۍ ورغوڅي کړي  خير دى امريکايي عسکر دې دافغاني ميندو تالاشي هم واخلي په کورونو دې هم ورننوزي او په خپلو بمباريو کې دي سلګونه ښځې او ماشومان هم ووژني خو چې ددغو درنو ميلمنو خلاف څوک اوازپورته نه کړي او يايي پرضد څه خپاره نه شي  لويديځه ميډيا خو له � �مړۍ ورځي څخه دطالبانو پر ضد دلويديځي نړۍ دجنګ دقوماندي دلوډ سپيکر کار ورکوي خو داتصور چې دطالبانو ژورې � �يښي به دميډيا په زور خنثى شي هغه وخت کمزورى ثابت شو چې کله طالبان بيا رازرغونه شول او دخپل فوځي حضور او� �تون په زور يي دميډيا سکوت ته داسي لته ورکړه چې دوست دښمن دواړه يي پر خپل مظبوط وجود اقرار ته اړ ايستل او م يډيا نور ونشو کړى چې لمر په دوو ګوتو پټ کړي او نن چې څه ميډيا وايي دا يواځي په سلو کې پنځه فيصده هغه خبرې دي چې ميډيايي پر پټولو قادره نه ده  پاته پنځه نوي فيصده اوس هم يو طرفه تبليغات دي چې يوازي دامريکايي قواوو د (کوردينات) کار ورکوي داد طالبانو دبنيادي قوت دليل هم دى چې دميډيا له هيڅ ډول سپوټ نه پرته يو ځل بيا پر م يدان وځليدل  طالبان اوس هم دخپلو خبرونو په خپرولو کې دميډيا ددروازو سائلان نه دي بلکې ددوۍ په تي� �فونونودرسنيو وار نه کيږي څوک تائيد او يا تر ديد غواړي ،څوک معلومات غواړي او څوک ورسره مرکې کوي  حتى چې دخبرپه لمړي ځل تر لاسه کولوکې يوډول مسابقه روانه وي ان تر دى چې له ډيرو اژانسونونه ګيلى هم ځکه کوي چي تر ټو� �و لمړى خبر ورکول به په دى شرط وي چي په سالم کيفيت نشرشي  دا د ميډيا خپل ضرورت او مجبوريت دى، په دى کې له طالبانوسره دميډياهيڅ ډول همکاري نشته  په فلسطين او عراق کې داشغالګرو په خلاف دمقاومت کونکو سره عرب ژو� �نالستانو دسر قر باني هم ورکړي خو په افغانستان کې دګلزاده نامي په څيرکسان دخارجي ير غل لپاره دژورنالستکو همکاريو تر څنګ جاسوسي ته هم اماده دي او دژورناليزم حيثت يي دومره ذليل کړى چې ددوۍ په م� �کوکوفعاليتونو سره نن زموږ په هيواد کې نژدى ده چې ژورنالست دجاسوس دوهم نوم وګرځي  نن زموږ په ټولنه کې ژو� �نالست ،ترجمان او دانجو کار کونکي داسي نومونه دي چې ډيرځله په ډيرو ناوليو لانجو کې ياديږي  زما يو اشنا چي دکندهار په هوايي ډګر کې له ترجمانۍ نه لندن ته وتښتيده په هوايي ډګر کي يي دترجمانانودغلطو مصروفيتونو له امله له ترجمانۍ نه توبه کړي وه او له ويري يي پوره حال هم نشو ويلى خو ماته يي يو څو پيښي بيان کړي چې زه يي دويلو او ليکلو جرائت اوس هم نشوى کولى او چې کله رايادشي يوډول مرموز سکوت راباندي حاکم شي   تيره ورځ چې په کندهارکې دامريکايي اډى دافغاني ترجمانانويوموټر په مين والوزول شو نو په ظاهره خو هغوۍ ملکې کارکونکې وو خو په هيواد کې دترجمانۍ اوسنۍ فلسفه ددى غمازي کوي چي دپيښي عاملينوددوۍ مقام پوره پيژندلى ؤ  پر افغانستان وسلوال يرغل هغو مشهورو ،خپلواکو، افغان فرهنګيانو،سياستوالو او ليکوالوهم خارجي يرغل بللى چې ګلزاده او م� �ګرو يي دژورنالست او ليکوال نوم هم له همدى مشرانو زده کړى  دډاکټر (فاروق) اعظم ،ډاکټر( صمد)حامد په څير م� �ي سياستوال،د (قدرت الله) حداد ،علامه رشاد(مرحوم) او (حسن) کاکړ په څير تاريخ پوهان او د( اصف) صميم ، (حبيب ال� �ه )رفيع په څير ليکوال ټول په دى سره يوه خوله دي چې هيواد اشغال شوى او په څر ګندو ټکو کې يي ويلي چې ټولټاکني ،پارلمان او نور پروګرامونه دپردو لخوا يوه جعلي پروسه او دولس غولولوهڅه ده  اوس نو ګلزاده خيل بيا دچا زامن دي چې په وړو خلو او وړو قلمونو دافغان فرهنګيانو په نوم داستعمار چوپړ ته دمشروعيت لاري لټوي  او پاته شوه دطالبانو دخبرونو او اژانسونو خبره نو طالبان چې له اسلامي اژانس نه ګيله کوي نو ضرور به ددى اژانس پر يوډول حيثيت قايل وي او ددغه اژانس افغاني هويت او ملي صبغه به ددى وړ ګڼي چي ګيله ورنه وکړي  هغوۍ له ګ� �زاده خيلو نه هيڅکله ګيله نه کوي ځکه چې دوۍ پوهيږي چې ګلزاده خيل او ملګري يي په ښکاره ډول د پردو نانځکي دي  او هغوۍ پو هيږي چې دخارجي انجو ګانو دګيسټ هاوسونو په مفتو ډوډيو او شرابو مست خماريان او سستان د ملي او مسلمانو فرهنګيانواو فرهنګپالو نمايندګي نشي کولى او نه هم ددوۍ په وړوکو دماغونو کې دومره لوړ افکارځاى ل� �ي چې دهيواد دملي او ديني ارزښت پر مسائلو دې پوه شي . ", د( PRT ) ليکواله ستايي دخيره !(اسحاق نظامي) 3367,انجنیر محمد شعیب کاکړ," انجنیر محمد شعیب کاکړ کله چی مو� �عته اداره منځ ته راغلله ،نو ټول افغانان په دی خوښ ول چی اوس به دا وطن جوړ شی. اوټول افغا نان چی د دیرش کلنی جګړی څخه په تنګ راغلی ول، دی اداری ته ډ یر خوښ ول. او یو دولتی کس به په رسمی یا غیر رسمی ډول د افغانستان هر ګوټ ته بدون د کوم خطر څخه دشپی او دورځی تللی شو. او چی رسمی به وه نو ډیر قدر اوعزت به ئ هم کیده. د زمان په تیریدو سره د خلکو په اقتصادي ژوندکی هیڅ بدلون په سترګو نه شو(په ولایاتوکی 100٪).اوداچی ژوند ئ ښه نه شوبلکی لاپسی خراب شو.ځکه چی په وطن کی وزګارتیاډیره شوه.او دا چی د وزګاروخلکو شمیره لږه کړی، دوی لا پسی ډیره کړه. 1- دبیرون څخه مهاجرین وطن ته ستا نه شول،او دولت نه ورته کور ورکړه او نه ئې ورته کارورکړه، 2- بزګ� �انو چي به کوکنار کرل په هغوی ئې د کوکناروکرکیله بنده کړه له، خو هڅ راز کومک ئې ورته ونکړه ،او نه ئ ې هغوی ته کومه بله د ښه فصل کرلو لار وښود له، 3ـ هغه ځوانانو چی به د بزګرانو سره مزدوري کوله او د کوکنارو دحاصل په ټولولوکي ئې خپل د ژوند اسانتیاوي ئې برابرولې د کاره څخه خلاص شول،او په بل ځاي کي جزب نشول، 4- په ملکي او نظامي اداروکي دولت( ډي،ډي،ار) او تنقیصات راوستل.او په بل ځای کي ئې ورته وظیفه ورنکړله. پورتني څلور طبقه خلک ټول وزګار پاتي شول، چي هر یوه ته یو لوی ،یا کوچنی کور هم ور په غاړه دی. دافغانستان دولت په اساسی � �انون کی لیکلي دي چي دولت به خپل ټولو اتباعو ته د کار زمینه برابروي. اوس نو تا سی قدرمن لوستونکی په خپله قضاوت وکړی چي په دولت کي څومره سلاکاران،اقتصاد پوهان،وزیرصاحبان،او د شپږد یرشو هیوادونومشاورین ،سره د یو قوي پارلمان(پخپل وینائې) ،او د میلونونوډالرو په لرلوسره چي خپل خلکو ته د کارزمینه برابرولې ونشي، نو داخواران باید څه وکړي؟نو همدا نیمګړتیاوي ددې سبب کیږي چي د خلکو څخه دښمن سؤ استفاده کوي.اویو ځل بیابه ملت او دولت سره لاس او ګریوان کیږي. اود هغه نه هیریدونکي درې لسیزي جنګ او ورور وژني تاریخ به بیا خدای مکړه څو� �سیزي تکراریږي.  کابل-افغانستان ",په خپل لاس اور لګول ! ( محمد شعیب کاکړ لیکنه ) 3368,امان الله نصرت,"  تل راته ګوره پښتانه پښتانه ډك له غيرت درانه درانه پښتانه   اخر به زه دا ستا درشل ته رسم نه منم دا چي شي ستانه پښتانه   دا ستاغمونه به په زړه كي ساتم ډير خوښوي خپل ميلمانه پښتانه   راشه اشنا كه مي ليمو كي اوسي باڼه به هيڅ نه کړي د� �انه پښتانه   سر ځاروي خو سرټيټي نه مني كه شي ځنځير او زولانه پښتانه   ته به زما او زه نصرت د ستا يم  بيل كړي كله بيلتانه  پښتانه ", غزل 3369,احمدولي اڅکزی," بېنوا وېب پاڼي د پرکرښه کېدو دوه کاله پوره � �وه. د پاڼي جوړونکو، مرستندويانو او ونډه اخيستونکو ليکوالانو تر څنګ و ټولو افغان فرهنګپالو ته ددغي پروژې د دوه کلني کېدو په ترڅ کښي د زړه له کومي مبارکي وايم. هغه څه چي بېنوا وېب پاڼي په تيرو دو کلونو. د بېنوا وېب پاڼي د پرکرښه کېدو دوه کاله پوره شوه. د پاڼي جوړونکو، مرستندويانو او ونډه اخيستونکو ليکوالانو تر څنګ و ټولو افغان فرهنګپالو ته ددغي پروژې د دوه کلني کېدو په ترڅ کښي د زړه له کومي مبارکي وايم. هغه څه چي بېنوا وېب پاڼي په تيرو دو کلونو کښي لاس ته راوړي ، هغه ساری نه لري.د پرکرښه ژورنالزم په برخه کښي د بېنوا وېب پاڼي خدمتونه ډېرد قدر وړ دي. د نوموړي پاڼي لخوا هره ورځ د زرګونو پاڼي کتونکو لپاره د تازه خبرونو او راپورونو چمتو کول، پر تازه او تودو سياسي، ټولنيزو او کلتوري مسلو د کارپوهانو ، ړوند آندو او مطرح شخصيتونونظرونه ، تبصرې او مقالې خپرول ډېر دستايني وړ دي. د تيرولسيزو جګړو په افغانستان کښي د نوروګڼ شمېر هر اړخيزو ستونزو تر څنګ، د نسلونو تر منځ د خلا او د ارتباط د نشتوالي ستونزه هم رامنځ ته کړې ده. دنوي او زوړ افغان نسل تر منځ د دغې ستونزي په حل کښي، د بېنوا وېب پاڼي هڅي بريالۍ ګڼم. ددغي پاڼي په برکت د نوي او زوړ نسل تر منځ د ارتباط يو ډول پل رامنځ ته � �وی دی. د بېلګي په توګه هغه پرليکه پروژې يادولای شو چي د بېنوا وېب پاڼي په تخنيکي مرسته منځ ته راغلي او ځوان او زاړه برخه وال پکښي په ګډه کار کوي. بېنوا وېب پاڼه هغه لومړۍ پښتوژبې پاڼه وه، چي د پښتو لومړي وېب � �اګونه يې پر ليکه کړه. دغه وېب لاګونه چي د ليکوالانو، ژورنالستانو او ړوند آندو لخوا کارول کيږي، د پښتود پ� �ليکي پانګي لپاره يوه ستره لاس ته راوړنه وه. بېنوا وېب پاڼي په تيرو دو کلونو کښي د خپلي پاڼي تر څنګ د نورو پښتوژبي وېب پاڼو سره هم همکاري کړې ده. دهغوانټرنټي پښتو وېب پاڼو نوم لړ هم ډېر اوږد دی چي د بېنواوېب پاڼي په نخنيکي مرسته منځ ته راغلي دي. نوې تېکنولوجي او انټرنټ و پښتو ژبي ته يوه نوې ساه بخښلې ده. ټوله هغه هڅي چي د پښتو ژبي په نوي تيکنولوجي کښي د ځايولو سره اړتيا لري د ستايني وړ دي. پدغه ډګر کښي د نورو پښتوپروژو لپاره د بېنوا وېبپاڼه يوه ښه بېلګه ده. دبېنوا وېب پاڼي کارکونکو ته يو ځل بيا مبارکي وايم او هيله لرم چي خپل کار ته په همدې مينه او زيار دوام ورکړي.پرکليدړو مو برکت ! احمدولي اڅکزیدقاموسونه ټکی کام مسول پر مخ بېونکیجرمني ",د بېنوا وېب پاڼي د پرکرښه کېدو دوه کاله پوره شوه. 3370, عنايت ساپې," كلونه كيږي چې دنړيوال جال (انټرنټ) په ويبپاڼو كي ننوتې يم. په خپله خو مي هيڅ نه دي كړي خو دنورو پنڅوني په كي ګورم ، بس يواځې دبريښناليك دليږلو او ترلاسه كولو چل مې زده دې، ما به چې كله په انګليسي ژبه شتو ويبپاڼو ته سر ورښكاره كړ  كلونه كيږي چې دنړيوال جال (انټرنټ) په ويبپاڼو كي ننوتې يم. په خپله خو مي هيڅ نه دي كړي خو دنورو پنڅوني په كي ګورم ، بس يواځې دبريښناليك دليږلو او ترلاسه كولو چل مې زده دې، ما به چې كله په انګليسي ژبه شتو ويبپاڼو ته سر ورښكاره كړ، نو ښايسته په زړه پورې � �يان به مي په كي وموندل، داسې توكي چي وار له واره به مې دژباړې په موخه دچاپ (پرنټ) پرتڼۍ ټك وركړ،لږ وروسته به مي بل په زړه پورې توكي ترلاسه كړ او مخكيني به مي پريښود، خوژوره تلوسه به مي دا وه چي دا زمونږ ژبه نو ولې پ� �دغه نړيواله لومه كي نه نيول كيږي چي همدغه څيزونه مونږ دخپلې ژبې د ادب پرډګرهمدا ډول نړيوالو ته وړاندې كړو، دغه تلوسه مي ترډيره له ځانه سره يوړه چي يوه ورځ په غالب ګمان زمونږ دادبي بنډارونو هڅاند ځوان صالح محم د صالح راته په يوه سپينه پاڼه وليكل، چي بينوا، ټكې كام، كله ګورې كه نه، ماورته وويل چي دا يي كومه ويبپاڼه ده، نوهغه يي راته يواځې دليدو سپارښتنه وكړه، تاسو به باور وكړۍ كه نه ، چي زه اوس مخكې له دې چي دخبلو بريښنا� �يكونو كړكۍ پرانيزم، دبينوا احوال اخلم، د ورځنيوو پيښو څخه ځان خبروم، تحليلي توكې پرانيزم، نوي اعلانونه � �ه سترګو تيرووم، بيانو دخپل بريښناليك پرتڼۍ ټك وكړم، خو دبينوا دروازه مي هم نه وي قلف كړي، بس يواڅې يي نيم كښو كړم، چي شيبه پرشيبه يي دانځورونو ننداره وكړم، همداسې كووم، او س زه دبينواويبپاڼې روږدې شوي يم، داسې � �وږدې، چي دولس دهيلو او دوطن د درد او وير انځورويزڅلۍ يي زماخمار ماتوي اوبس.  بينواويبپاڼه اوس يواځې زم ونږ دژبې او ادب دچوپړهيله نه ده، بلكه ديو علمي او اكاديميك مركز نوم دي، چي په ټوله نړۍ يي خپل سيورې غځولې، په دغه مركزكي هم كتاب شته، هم انځور ، دلته خبرهم شته او كيسه هم، دلته شعر هم شته او نثرهم، دلته خبرتيا هم � �ته او ګزارش هم، دلته ديارانو بحثونه هم ترسترګو كيږي، او بنډارونه هم، دلته په پښتو ژبه ټول پوهيدونكي انسانان په اسانۍ سره دغو لاندينيوو توكو ته سرورښكاره كولاى شي : څيړنيزي مقالې،  ګزارشونه او م� �كې، اسلام او مذهب، هنر او ادب، ساينس او پرمختګ، ګل مخونه، تل پاته راڼه ستوري، كتابونه د� �يابونه،  جادوګر ږغونه، بريښنايي كتابتون، درسنيوو ځنځير، راډيويي خپرونې،  پښتو ويبپاڼې ، انڅورونه، او داسې نور په زړه پورې توكي چي هم خوند لري هم رنګ.  نور نو مونږ له خدايه څه غواړو، دا مو غوښتل او دادې اوس يي لرو. زه په خپل وار دبينوا ټكې كام له تكړه چلوونكو او په ځانګړې توګه له ښاغلي خالد هادي او عبدالله احسان ددغو هڅو يوه نړۍ قدرداني كووم، او نورياران يي هم دغو هڅو ته د درنښت په ترسره كولو � �ابولم. دا چي ددغې پښتنې ويبپاڼې پله نوره هم درنه شي، نوزمونږ دليكوالو، شاعرانو، روڼ اندو او نورو پوهانو دنده ده چې خپلې سپارښتنې، مقالې، ليكنې او نور خپرنيزتوكي نه يواځې پربينوا ولوروي، بلكه په خوا كې يي م ټور ورور ټول افغان ټكي كام ته هم واستوي، پردغه كار به مو شملې هسكې او فرهنګ به مو ښيرازه وي، دا چي دبينوا دښايستوكې ويبپاڼې دويمه كاليزه هم راورسيده، نوبويه چي دپښتو ژبې د عروج ازانګې نور په غورځنګونودي، په داسې غورځنګونو، چي نه يي ددغې غرنۍ او ګلالۍ ژبې د نابودۍ لپاره په كمين كي ناست داړه ماران چپ كولائ شي او نه يي دطاغوتي څپو مخكښان. په پاى كي يواځې يو وړانديز لرم، چي كه دبينوا ياران راسره همغږي وي، ښايي دغه ويبپاڼه هغو زړونو او اندونو ته هم لاره پيدا كړي، چي لاتراوسه يي هيلې تاندې دي، اوهمداسې توكو ته په منډو سر دي، زما موخه له دغه وړانديز څخه داده، چي كه د ويبپاڼې په شتو څانګو كي د ځوانانو او همدا ډول دلوبويعنې بدني ځواك تڼۍ هم ورواچول شي، نو ښكلا به يي نوره هم وځليږي، همدا ډول يوبل وړانديز هم راپه زړه شو، زه نه پوهيږم چي دا وړانديزبه تركومه سم وخيژي، او يا به بينوا ويبپاڼه دومره تومنه ولري كه نه، چي ياران وكولاي شي په پرانستي مټ دبينوا ويبپاڼې له لارې خپل بريښناليك دياهواو يا هاټميل غوندې جوړكړي، او هم دبينوا له كړكيوو چټ او ياهم خبرې وكړي !؟ په هرحال زه نور دبينوا ويبپاڼې په اړه ډير څه نه وايم، دغه ويبپاڼه خپله دحال پرژبه خبرې كوي، او تاسې هم ورسره په خپله ژبه غږيدلائ شئ. ددغې ويبپاڼې ددويمي كليزې د رارسيدو له امله ټولې پښتنې نړۍ ته د زړه له تله مباركي وايم. د چلوونكو او مرسته كوونكو په هڅو يي بركت شه. ",بينوا ويبپاڼه خپله دحال پرژبه خبرې كوي 3371,عبدالهادي حېران," سره د دې معلوماتو لرلو چې پښتو کې د انټرنېټ پر مخ بشپړې او بريالۍ وېبپاڼې دوه يا دوه نيم کاله د مخه راښکاره کېدل پېل شوې خو زه چې دا ځينې وېبپاڼې، په ځانګړې توګه ټول افغان او بېنوا ګورم نو زړه مې دا خبره نۀ مني چې په دومره لږ وخت کې دومره ډېر کار سره د دې معلوماتو لرلو چې پښتو کې د انټرنېټ پر مخ بشپړې او بريالۍ وېبپاڼې دوه يا دوه نيم کاله د مخه راښکاره کېدل پېل شوې خو زه چې دا ځينې وېبپاڼې، په ځانګړې توګه ټول افغان او بېنوا ګورم نو زړه مې دا خبره نۀ مني چې په دومره لږ وخت کې دومره ډېر کار او پرمختګ څنګه کېد� �اى شي. خو شکر دى چې کله د دغو ځوانانو لکه د غرونو لوړو او مضبوطو حوصلو ته ګورم او د پښتو او پښتنو لپاره نۀ ستړې کېدونکې هلې ځلې يې وينم نو د چا پوهاند دا خبره راته په ثبوت ورسي چې ""د جذبې، حوصلې او شوق په وړاندې هيڅ کار ناشونى ندى."" خو بېنوا ډاټ کام د پښتو ژبې يواځينۍ هغه وېبپاڼه ده چې زه يې په بشپړه توګه پښتنه، علمي، ادبي، ک� �توري، ټولنيزه او د خپل زړه اواز ګڼم. دا په دې چې ما څومره د ""بېنوا ډاټ کام"" ليکنې، تحليلونه، او نور شيان � �وستي دي نو د هغې له مخې په دې پوه شوى يم چې دا لکه د نورو پښتو وېبپاڼو يواځې د خپرولو دنده پر غاړه نلري بلکې د دې پاڼې په هر توري او هره کرښه کې يو نظر شته، يوه مفکوره شته، يوه لار شته او يو داسې غږ شته چې د پښتو او افغانيت کړۀ وړۀ لري. په لنډو ټکو کې به دا ووايم چې بېنوا ډاټ کام اوس زمونږ د ورځني ژوند يو خوږ اشنا ګرځېدلى دى او خوږ اشنا خو بس حمزه بابا ويلي دي چې: حمزه د خوږ اشنا به درته څه صفت بيان کړمګوړه چې د هرې ډ� �ې وڅکې خوږه وي ",بېنوا ډاټ کام: له هرې ډډې خوږه وېبپاڼه 3372,محمد اسماعیل نوید," واقعا د بېنوا د ویب پاڼې په اړه چې څنګه وړ ده، هغسې نشو ليکلای، خو په نټ باندې د پښتو تر ټولو بریالۍ ویبپاڼه بېنوا ویبپاڼه بللای شم. ځکه بېنوا ويبپاڼه داسې برخې لري چې یوه رسنۍ د هرډول ، هرې سویې مخاطبینو لپاره پوره مواد ولري د بېنوا وېبپاڼې چلوونکو ته له لوی خدای ج څخه تر دې د لوړ همت هيله کومد بېنوا ويبپاڼې ددویمې کلیزې په مناسبت د ويبپاڼې چلوونکو او لیدونکو ته دزړه له کومي مبارکي وایم.واقعا د بېنوا د ویب پاڼې په اړه چې څنګه وړ ده، هغسې نشو ليکلای، خو په نټ باندې د پښتو تر ټولو بریالۍ ویبپاڼه بېنوا ویبپاڼه بللای شم. ځکه بېنوا ويبپاڼه داسې برخې لري چې یوه رسنۍ د هرډول ، هرې سویې م خاطبینو لپاره پوره مواد ولري نو داسې به وي لکه بېنواویبپاڼه.بېنوا ویبپاڼې د خبرونو لپاره په زړه پورې ب� �خه ټاکلې ده، او هرډول ورځنۍ پېښې ورته پورته کوي او خپریږي. خو دلته ددوی له قلمي مرستندویانو نه په درنښت دا غوښتنه لرم چې د خبر لپاره یوڅه د ژورناليزم اصولو ته پام وکړي، خیر په بيړني حالت کې یې نه ملامتوم، خو وروسته دې خبر بشپړ کړي، دا به دوې ګټې ولري، یوه دا چې کومې پښتو ورځپاڼې چې له بهرنیو سرچينو څخه خبر را ژباړي مستقیما به یې د بېنوا ویبپاڼې په حواله خپروي. بله به یې دا ګټه کړې وي چې ویبپاڼه به یې د ژورنالیزم له اصولو سره برابره کړې وي.د (نوې موضوع ګانې، لیکنې او پیغامونو برخه) یې ډېره په زړه پورې ده، د بیان ازادۍ ته په درناوي سره هرډول موضوعات په ښه ډول خپروي. په دې برخه کې هم له ټولو لیکوالو او قلمي مرستندویانو نه غواړم چې دوی د ویبپاڼو د م نځپانګو ارزښت ته ددرناوي په موخه خپلې ليکنې یوازې د خپلې خوښې او ایډیالې ویبپاڼې ته واستوي، داسې نه چې یوه � �يکنه په ټولو پښتو ویبپاڼو کې پرته وي. همداراز دې د ویبپاڼو چلوونکي هم د ليکنو د پورته کولو پرمهال ټول پښتو سایټونه ګوري که له ده نه وړاندې چا هغه خبر او ليکنه په هماغه بڼه پورته کړي و، نو په زړه دې لویه تيږه کیږدي او ددوهم ځل لپاره یې دې نه پورته کوي.په پښتو انلاین ژورنالیزم کې که نور ځینې کسان او سايټونه مخکښ وو، خو بېنوا ویبپاڼه اوس توانېدلې چې د ټولو پښتو ویبپاڼو سرلارې شي. زما ددې نظر سره به هغه کسان مخالف وي چې وايي سیاست د پښتو ویبپاڼو ټوغکی دی، ددوی خبره د څانګوالو ویبپاڼو په اړه څه ناڅه د منلو وړ ده، خو پښتانه هم دې ته اړتیا لري چې په سیاسي ډګر کې مشورې ورکړي. سیاسي فکرونه او اندونه خلکو ته ورسوي، عامه غوښتنو ته ځواب ووايي. ځکه پښتانه تر ټولو برخو نه زیات دې ته اړتيا لري چې سیاسي شعور یې قوي شي.علمي او څېړنيزتحلیلونه یې هم یوه په زړه پورې برخه ده، په دې کې هم پورتنیوټکو او یادونو ته پام په کاردی.بېنوا یوه بله ښه ځانګړنه دا لري چې پښتو رسنيو ته یې په خپله غېږه کې په لوړ کیفیت ځای ورکړی دی، چې ددوی دا برخه واقعا د نورو سايټونو په پرتله ښکلې او ذوقي ده. په دې برخه کې زه د بېنوا وېبپاڼې له چلوونکو څخه غواړم چې که دوی په تخنیکي برخه کې یوه داسې اسانتیا برابره کړي چې د رسنۍ هر مسوول چلوونکی وکولای شي له خپل (User) څخه د خپلې خپرونې مطالب پورته کړي ډېر لوی بریاليتوب به یې لاسته راوړی وي، همدا راز که وکولای شي د رسنيو په سایټونو کې د هغوی د منځپانګې اړوند تصوی� �ونه هم ځای پرځای کړای شي، دا به بېنوا وېبپاڼې ته نور نوښت هم ورکړي او د ليدونکو شمېر به یې لاپسې زیات � �ي.ددوی اسنۍ پاليسي ښه ده، خو ځينې وخت داسې لیکنې هم پکې تر سترګو کيږي چې ددوی د تګلارې سره مخالفې وي، که دوی دې ستونزې ته یوڅه ژوره کتنه وکړي او په دقت یې کنټرول کړي زه فکر کوم چې د هېواد هر وګړی که له هر قوم څخه وي د خپلې ایډیالې ويبپاڼې په توګه به یې غوره کړي.بېنوا وېبپاڼه اوس په پښتو ویبپاڼو کې د ملا د تير حیثیت خپل کړی دی، هر پښتو سايټ او هره پښتو خپرونه چې وغواړۍ او یاهم کومه نړیواله پښتو رسنۍ مو پکار وي له بینوا وېبپاڼې څخه ورته لار موندلای شی، چې وېبپاڼې ددې ځانګړنې په مرسته ډېر ليدونکي موندلي.دوی باید یوه داسې برخه هم پکښې ځای کړي، چې د بېلابېلو ملي موضوعاتو په اړه، یا هم د ورځنیو پېښو په اړه د ليدونکو د نظر غوښتنې جوګه شي ، ددې م وضوعات باید هره اونۍ نوي وي او د اونۍ په پای کې د نظر غوښتنې پایلې باید اعلان شي. دا نظر غوښتنه په ملي، تا� �يخي او علمي موضوعاتو کې د څېړونکو لپاره ښه ارقام ورکولای شي.د بېنوا وېبپاڼې د (انځورونه) برخه په زړه پورې ده، خو عکسونه دومره پکې سپک شوي چې ځینې وخت یې که څوک غواړي چاپ کړي کیفیت یې له منځه ځي، په دې اړه که یو څه غور وکړي او که تصویرونه په لوړ کیفیت پورته کړﺉ ښه به وي.دا هم اړینه ده که د ليکنو او پيغامونو له برخې څخه د � �پوټونو برخه بېله کړای شي ځکه اوس دا ټول په یوه برخه کې دي، نو د ليدونکو لپاره به لویه اسانتیا وي.خوپه ه� �صورت څومره یې چې توصیف وکړو هومره ورباندې کمه ده، ددې سايټ ارزښت هېڅ بل سايټ نشي پوره کولای، او زه ځکه نور څه نه ورباندې ليکم چې نور ليکوالان به تردې زیات غوره او ښه څه ورته وليکي. په هېواد کې د مطبوعاتو د لاپراختیا په هيله ",د بېنوا ويبپاڼې ددویمې کلیزې په مناسبت 3373,ډاکټر صالح,"   ډاکټر صالح  په دې ليکنه کي دغه موضوعګاني څيړلي شوي دي : تنظيمونه د  غربيانو او پاکستان زاړه ياران دي ؛ په افغانستان کي کومي سياسي ډلي منځته راغلي دي؟ خلګو ولي قوندانانو ته رايي ورکړې؟ د انتخاباتو دوديز سيستم له منځه وړل شوۍ و؛ د قوم ندانانو لخوا د رايو ګټلو نور عوامل؛ قومندانانو د فزيکي او تنظيمي  کلتور په زور رايه اخستی ده ؛ ولسي جرګه به د خلګو اجتماعي او اقتصادي ستونځي حل کړلاي شي؟ د J.M.E.B د انټرنيټي له مخي ، د کيڼلاسي ملي ډموکراټيک غورځنګ راتلونکي دندي او نور. .   تنظيمونه د غربيانو او پاکستان زاړه ياران دي                         زيات افغان فکر کوي چي د بُن د غونډي  جوړنکو د افغانستان مسأله د خپلو متحدينو يعني تنظيمونو او شاه پلويانو په ګډون او ګټه حل کړه . دغه غربي او افغاني متحدين د همکارۍاوږد تاريخ سره لري . د بيلګې به توګه د ميلادى سنې په اوومه لسيزه كى پاكستان د امريکا د مقاماتو په اجازه د داود خان دجمهورى انق� �اب پر ضد افغان بنسټپال تنظيمونه په پاكستان كى حمايه او د هغوى په مرسته يى د افغانستان په ځينو ولسواليو كى نا ارامى جوړه كړه او غوښتل يى د كودتاه له لارى د داود خان دولت را وپرزوى ، خو د بنسټپالو ټولى هڅى له ناكامۍ سره مخامخ شوى وې . ليكن پر افغانستان د شوروى تر تيرى وروسته، متحده ايالاتو وکولاۍ  شوه چۍ غربي او عربى هيوادونه د شوروى پر ضد په مبارزه كى متحد كړي، همدا ډول يى په پاكستان او افغانستان كى بنسټپالى تنظيمونه او په نړۍ كى د سلګونو بلادينيانو په شمول ټول بنسټپالى د مجاهدينو او غازيانو په نامه په افغانستان كى ضد شوروى جګړې ته وهڅول . په دی توګه ، پاكستان د نړۍ د بنسټپالو په اډه او افغانستان د جګړه مارو او وروسته د تروريستانو د روزني  په تربيه ځاى واړول شو .كله چى د افغانستان څخه شوروى قواوى ووتلى نوموړو غازيانو او مجاهدينو د نجيب الله د افغانى دولت پر ضد جګړې ته دوام ورکړ. امريكا، اروپايي ، عربى او ګاونډيو هيوادونو هم مجاهدينو ته خپلى نظامى او نورى مرستى د پخوا په شان وركولې، خو د څو كلونو لپاره  د پاكستاني مقاماتو تر لارښوونى لاندى د نړۍ ټولو بنټپالو او په سلګونو بلادينيانو د افغان دولت د وسله والو قواوو په وړاندى ماتى خوړلى، تر څو چى د � �اکټر نجيب الله دولت د داخلى دسيسو له لارى رانسكور او د هيواد چاري په پاكستان كى تشكل شوى تنظيمى دولت ته وسپارلي شوې . وروسته د افغان ملى او تاريخى اردو د منحلولوً افتخارًً د نواز شريف او بنسټپالو په برخه � �و. زيات افغانان همدا ډول عقيده لري چي تر دغه وروسته نو امريكا او نورو لويديځو لويو هيوادونو د خپلى ځانځګړى ستراتژۍ  له مخى د افغانستان د خلگو سرنويشت يو له بله دښمنو مجاهدينو او گاونديو هيوادونو، په تيره بيا پاكستان ته وسپارۍ، تر څو چى په هيواد كى د شوروى ، غربى او گاونډيو هيوادونو له خوا، د مليارډونو ډالرو د وسلو زيرمي په هيواد كى د جګړو له لارى اقلاً  لږ كړلي  شى . ځكه هغوۍ او پاکستان پوهيدل ، كه دغه وسلې او مهمات د افغانانو په لاس كى وى د هغوى تر لاس لاندى كول به  يو مشكل كار وګرزي . د بله پلوه بايد افغانان په دغو جګړو کي دومره ستړى ، بيزاره او خوار كړل شوى واى چى د بهرنيانو لخوا د هيواد اشغال او د ناټوپه تيره بيا د امريكا د قواو موجوديت ته پخپله رضاء  غاړه كيښيږ دي .  خو په نيويارك كى د ٢٠٠١ د سپټمبر پيښه وشوه او متحده ايا� �اتو د خپل بدل اخستلو په پلمه د نورو غربى هيوادونو سره په ګډه  پريكړه وړکړه چى د ملګرو ملتونو په مرسته افغانستان د طالبانو له ستمه او د پاكستان له استعماره وژغورل شى او د دوۍ لاسته ولويږي . كله چى د افغان دو� �ت د جوړولو نوبت را ورسيدۍ ، نو په  بُن کي د نړۍ د لوۍ ځواک له پروگرام سره سم حكومت جوړ، اصلاحات پيل شول، په م ليونو نجونى او هلكان ښوونځيو ته ولاړل، د وسلو ټولولواو بيا جوړونى كار پيل شو. خلگو فكر كاوه چى ژر تر ژره به  د خيره سره د هغوى په ژوند كى ښه والى راشى، جګړې په پاى ته ورسولى شي او جنگسالاران به بې وسلې کړل شي ، كا� �ونه به پيدا ، او عدالت به بر قراره شي ،خو له بده مرغه داسى ونه شول . خلگو د موقت او انتقالي دولت څخه ښې نتيجې وا نه خستلاى شوې ، خو د حامد كرزى هغو وعدو ډير هيله من كړى وه چى د جمهورى رياست لپاره د تبليغاتو په وخت كى يى ويل ، چي د اتلافى حكوت څخه يې كركه شوې ده او بيا به د تنظيمي ډلو ټپلو سره جوړه ونه كړى ، وسلى به ټو� �وي، د تارياكو مافيا به له منځه وړى ، په دولت كى به د فساد پر ضد په كلكه مبارزه كوى او تر ټولو د پام وړ خبره يى دا وه چى د بيا جوړولو پروگرام به سم پلى كوى او د خلگو په ژوند كى به بهبود راولي . خو دغي يوې خبري هم د عمل جامه ونه غوستله . له همدې كبله و چى خلگو د پارلمان له انتخاباتو سره له لمړى سره چندانى علاقه ونه ښووله او سياسي ډلو مختلف دريځونه خپل کړل . په افغانستان کي کومي سياسي ډلي موجودي وې؟ پوهيږو چى په تيرو لسيزو كى د يوې خوا د نوموړو او نورو پيښو په بهير كى د بيلابيلو اهدافو لپاره مختلفى او مخالفى سياسي ډلى منځته راغلى وې ، د بيلګې په توگه هغه بيلابيل سياسى جريانونه چى د خپلو ځانګړو شرائطو تر اغيزيې � �اندى يى د طبقاتى مبارزې له لارى د سوسياليستى ټولنى د جوړولو ، شوروى او چين پلوى لورۍ نيولۍ و . همدا ډول هغه ډله چى د اروپاى سوسيال ډموكراسۍ د اصولو پر اساس يى په هيوا كى د ډموكراټيك سوسيالسم جوړولو هيله لرله .دغه د نوموړي مرحلې کيڼلاسی جريانونه وه . د بله پلوه د عيسوي سنې د اوومي لسيزي را هيسي ټول هغه بنسټپا ګوندونه او تنظيونه چي داود خان د جمهورت،د  ډموكراټيكى جمهورۍ او د شوروى ضد جګړو په جريان كى ، د غربى لويو او كوچنيو ، عربى او ګاونډيو هيوادونو لخوا سياسى، اقتصادي او نظامي مرستي كيدلې ، ښی لاسي غرب پلوه سياسي بهير او ډلي وې . ليكن د بُن په غونډه كى كومه چى د متحده ايالاتو او نوري لويديځي نړۍ لخواد ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندي جوړه شوې وه  يوازى د امريكا او نورو غربى هيوادونو افغان متحدين په عمده توگه تنظيمونه ، مليشې، شاه پلويان او تكنو كراټان شامل وه . په  بُُُن کي د څو غونډو په جريان كى د افغانستان ټولي نظامى او امنيتى چارى د متحده ايالاتو او ناټو قواوو او پاتى حكومتى واك د بُن ګډون كونكو يا د بُن ايتلاف ته وسپارل شو.  كه څه هم چى د بُن ايتلاف د مشتركو متحدينو لخوا ملاتړ كيږى ، خو په دولت كى د واک  پر ويش اختلافونه سره لرى .ليكن د نموموړى اتحاد غړى د خپل لوى متحد د وروستنۍ پريکړى پر ضد نه دريږى او نه دريدلاى شى .  د بُن د اتحاد غړى په عمده توگه پر دوو ډلو ويشلاى شو ،لمړى تنظيمونه او مليشې او دوهم شاه پلويان ، ټيكنوكراټان او نور.د هغوى له جملې څ خه تنظيمونو او مليشو د يو بل پر ضد د كلنو په جريان كى يو د بل سره اتحادونه او انشعابونه ، وفاوى او جفاوى كړى دى.. د بله پلوه د هر تنظيم غړى هم يو له بله اختلافونه او بيلابيل فراكسيونونه لرى. خو دغه ټول پخوانى اخت� �افونه او بيلتونونه ، هغوى د بُن د ايتلاف په لاسونو كى د هيواد د واك د ساتلو په مساله كى سره متحد كړي دي  . م ثلاً هغوى د جمهورى رئيس په انتخاباتو كى زيات اختلافونه سره وكړه ، خو په پاى يی كى ځانونه پر حاكم او اپوزي� �ن ډلوسره وويشل.. تر جمهورى انتخاباتو وروسته د توافقونو له مخى ضياء مسعود جمعيت د يوه اړخ استازۍ د استاد برهان الدين پلوى او زوم او د اسلامى وحدت د يوه فراكسيون مشر كريم خليلي د معاونانو په څير وټاكل شول .خو د تنظيمونو نور مشران لكه استاد برهان الدين ربانى د جمعيت مشر، محمد يونس قانوني د تفاهم د شورا مشر، محمد مح� �ق د اسلامى وحدت د بل فراكسيون مشر ، عبدالرب رسول سياف د اسلامى اتحاد مشر، سيد محمد على جواد د اسلامى حركت مشر، عبدالرشيد دوستم د ملى اسلامى جنبش مشر او نور پاتى كسان هيله لرى چى په ولسى جرگه كى ډير استازى ولرى او د ملى جرګی رياست لاسته وروړى.. خلگو ولي قوندانانو ته رايه وركړه ؟ پوهيږى چى د هر هيواد برخليك په نهاى توگه د خلگو لخوا ټاكل كيږى. مثلاً، په عصرى نړۍ كى د دولت بيلابيلي قواوى لكه پارلمان او اجرائيه قوه د خلگو په رايه ټاكل كيږى. ليكن خلگ حتى په امريكا او اروپا كى سياسي مسئلو ته زياته پاملرنه نه كوى، ځكه هغوى د ورځنى ژوند په چارو توليد، تجارت ، كار او رنگا رنگ تفريحى فعاليتونو دومره مصروف دي چي سياسي مسئلې يی په ياد هم نه وي  .له همدې كبله حتى د نني ورځى د عصري نړۍ په ډموكراسيو كى يو شمير نخبه گان،وتلي كسان يعنى سياسي فعالين او كدرونه په يوه سياسى گوند كى د خلگو د متشكل كولو او هڅولو په چارو كى اساسى رول � �وبې ،گوندى كدرونه او فعالين پخپل نوبت د خلگو سره په تماس كى وي او هغوى ته په دايمي توګه د خپلو ګوندنو انتخاباتي پروګرامونه (د ګوند مرامونه) توضيح کوي او هغو د خپل ګوند په ګټه رايي ورکولو ته هڅوي . غربي سياست پوهان وايى چى څو زره كسان كولاى شي د مليونو خلگو رايى ته سمت او لورۍ وركړي.. دلته به په لنډ ډول د افغانستان په اوسنيو شرائطو كى د نړۍ دغه سياسى تجربه وګورو .  پوهيږو چى متحده ايالاتو د ملگرو ملتونو په مرسته او د بُن د غونډى له لارى د مجاهدينو بيلابيلي ډلي ، پخوانۍ مليشې، او شاه پلوى ټكتو كراټان پر افغانستان مسلط كړل، چى د تيرو څلورو كلونو په بهير كى يى د افغانستان سياسى ، اقتصادى او اجتماعى چاري پخپلو لاسونو كى متمركزي كړي وې .که څه هم چي په هيواد کي نسبي سوله ټينګه او ځني ريفورمونه هم منځته راغلل ، خو له بده مرغه په دغه جريان کي پر ټول افغانستان پخوانى تنظيمي قومندانان او مليشې بيا مسلطى كړلى شوې .د تارياكو توليد له ٣٨ ټنو څخه � �٨٠٠ زرو ټنو ته ورسيدۍ او له دې لارى د كاله په مليارډونو ډالره مالى منبع د نوى مافيا او جنگسالارنو په لاس كى ولويدله ، په نتيجه كى قومندانانو د غربيانو په اصطلاح نظامى يونيفور ليرى او د سياستمدارۍ كالى يى واغوستل . كله چى د انتخاباتو وخت را ورسيدۍ په ټول افغانستان، كابل ، ولايتونو ، ولسواليو او كليو كى سياسى ، اجتماعى او اقتصادى واك د همدې قومندانانو،جنگسالاران، او تنظيمونو په لاسونو كى و، هغه فعالي سياسى ډلي چى د انتخاباتو لپاره فزيکي زور، مساعد شخصيتونه او كانديدان ، صلاحيت، تبليغاتى او نقلياتى وسائل ،پيسې، ډوډۍ او نور لري  همدغه پر ټولنه مسلط قوت دى . په هر محل كى يوازى هغوى كولاى شول چى \""هر ډول كانديد\"" د خپلو وسله وا� �و او غير وسله والو ډلو، پيسو، ميلمستياو ، تبليغ، تهديد ، نفوذ ، زور او رضاء په مرسته، د يو شمير پلويانو، � �وميانو او ډلو په رايو بريالتوب ته ورسوي .همداسي وشوه د بُن د ايتلاف د جوړنکو او عملي کونکو پلان همدا ؤ او عملي يې کړاي شو، نوش جان دى يى سى  . د قومندانانو لخوا د رايو ګټلولو نور عوامل   دغه چاره تر ويلو شوو اساسي علتونو سربيره نور عوامل هم لرل ، چي عمده يى په لاندي ډول دي ١_ د انتخاباتو اوسنى سيسټم له پخوانى دوديز او مروج سيسټم سره توپير درلود، چى افغانان هيڅ نه وه ورسره اشنا. په دغه كى به چل و يا نه خو په انتخاباتو كى يى د زياتو رايو وركونكو مخه ونيوله. ځكه پخوا د كانديدانو  شمير پر ولايتونو ، ولسوا� �يوو او ښارونو ويشل كيدۍ .مثلاً په ښارونو او هره ولسوالى كى ټاكلى شمير كسان كانديد كيدل، يعنى هرى ولسوالۍ او ښار خپل كانديد درلود، كوم چى خلگو د كلونو راهيسى د پلار او نيكه څخه نيولی د هغوي تر  شخصي خصوي او خاصيت پورى پيژندل . دغه ډول دوديزو انتخاباتو زياتى ګټي  لرلې .د بيلګې په توگه لمړى، د هرى ولسوالى زيات شمير مستح ق رايه وركونكى رايى وركولو ته تشويقيدل،مثلاً هر کانديد او د هغه پلويانو خپل، اشنايان خپلوان او پلويان � �ايى وركولو ته هڅول .د بله پلوه هر كانديد پوهيدۍ چى په مستقمه توگه د خپلى ولسوالۍ يا ښار او د خپلو شاو خوا كليو د اشنا خلگو لخوا رايه وركوله كيږى . نو يې له هغوى سره تل مستقمى اړيكى ټينګولې ، هغوى يى په اطمنان سره پخپل چلند او ټاكلو وعدو د ځان په ګټه رايى وركولو ته هڅول . كله چى به يو كانديد بريالى شو، نو به پخپله و� �سوالى يا ښار كى په كار اخته و او خپلو خلګو ته به يى د وركړه شوو وعدو په اړه د مسوليت احساس كاوه .  ليكن په دغو انتخاباتو كى چى د خارجيانو لخوا پلان شوي وه، كانديد د نامعلومو كسانو په رايه د يوه ولايت په عمومى رايو ټاكل كيږى. ، ځكه نو څوك ښه نه پوهيږى ،څوك د چا په رايه كاميابه شوۍ دۍ، په نتيجه کي د رايي ورکونکو او کانديدانو تر منځ مستقمي اړيکي له منځه تللي وې . امكان لرى چى د عمومى را يو د كموالى يو عمده علت به همدا و . د بله پلوه په دغه ډول انتخاباتو كى يو مشهور كانديد هر څوك پيژنى اود يوې ولسوالۍ يوخوار، بي تنظيمه، بې � �تبې او بې مقامه كس يوازي پخپله ولسوالۍ کۍ پيژندل کيدلاي شي ، خو يو وزير،لوي قوناندان او تنظيمي مشر هر څو پيژنى . طبعى خبره ده چى د ناپيژندلى كسانو رايى هم مشهورو کسانو ته وركولى كيدلاي شي  . ٢_ نا متناسب انتخاباتى سيسټم ټاكل شوۍ دۍ . پوهيږو چى مختلف هيوادونه د انتخاباتو له بيلابيلو سيسټمونو څخه استفاده كوى . مثلا\"" ، ډيك ليونارډ \"" په برتانيه كى د نننۍ ورځى انتخابات\"" د كتاب په ٢٣٤ مخ كى ليكى:\""په نړۍ كى ٣٨ ډيرى ټينگى ډموكراسۍ موجودى دى ، كومي چى تر دوو سو زرو زيات نفوس لرى . لاندني ليست د نوموړو هيوادونو انتخاباتى سيسټمونه بيانوى :    انډوليز سيسټم (Plurality system ): ١_متحده ايالات، ٢_ برتانيا ، ٣_ بوتسوانا،٤_كاناډا ٥_ هندوستان،٦_جاميكا، ٧_جاپان، ٨_ نيو زلينډ، ٩_ پاپوا نيو گينى، ١٠_ د سولودن جزيرې،١١_ ټرينيډاډ او ټوباګو  ١� �_ بوهيميا او ١٣_ باربايوساو .( افغانستان هم په دغه ډله کي راځي _ليکونکۍ) اكثريتى سيسټم (Majoritiaren system):  ١_ اسټرليا، ٢_ فرانسه  تناسبى سيسټم Proportional system: ١_اوتريش ،٢_ بيلجيم،٣_ كولمبيا، ٤_كوسټاريكا، ٥_ قبريس،٦_ ډنمارك، ٧_ د ډومينيكا جمهورى،٨_ ايكوا ډور، ٩_ فينلينډ، ١٠_جرمنى، ١١_ يونان ، ١٢_ ايسلينډ، ١٣_ د ايرلينډ جم هورى،١٤_اسرايل،١٥_ايټاليا، ١٦_ لوگزامبورگ  ١٧_ هالنډ، ١٨_ ناروى ، ١٩_ پورتگال، ٢٠_هسپانيه،٢١ _ سويډن  ٢� �_سويډزرلينډ، ٢٣_وينيزويلا  ليدل كيږى چى د غربى اروپا زياتره هيوادونه له متناسب سيسټم ځخه ګټه  اخلي . د اروپايى هيوادونو خلگو د انتخاباتو دغه سيسټم د وړو گروپونو، گوندونو، ملى، مذهبى او لسانى اقلتونو په گټه موندلۍ دۍ .د متناسب سيسټم يو تعريف په لاندى ډول دى،\""د متناسب انتخاباتى سيسټم له لارى داسى مقننه قوه منځته راځى چى د نماينده گانو چوكى يى له هغو رايو سره متنابى وى، كومى چى د هر گوند د پلويانو لخوا په صندوق كى اچولى شوى وى\"" \""انتركارتا دائرت المعارف \""   د اروپا د زياترو هيوادونو خلګ د پيړيو په بهير كى د خپلو تجربو له مخى پوهيدلى دى چى لوى گوندونه او مسلط ملتونه د انتخاباتو د تناسبي سيسټم سره مخالفت کوي . په نتيجه کي د خلګو پراخي پرګنې به انتخاباتو کي برخه نه اخلي ، ځکه د كار، تعليم، روغتيا او شتو څخه محروم او تر ملى م� �هبى ستم لاندى خلگ او د هغوى واړه گوندونه، د لويو گوندونو له برياليتوبونو سره علاقه نه لرى . نو په هغو انتخاباتو كى ګډون نه كوى چى ګټه يى لويو گوندونو ته رسيږى ، خو په متناسب سيسټم كى د ټولنى ټوله قشرونه ، طب� �ې او تر ټولو خوار مستحقين په انتخاباتو كى برخه اخلى.ځكه زياتره له هغوى څخه د بډايو طبقو، مسلطو ملتونو، م� �هبونو او ژبو له تسلط څخه زيان ويني او د خپلو ګټو د ساتلو لپاره وړو گوندونو ته رايه وركوى . نو متناسب سيسټم په انتخاباتو كى د زياتو خلگو د پراخى برخى اخستنى زمينه مساعدوى.  له ديې كبله ويلاى شو ، هغه انتخاباتي سيسټم د خلګو په ګټه دى چى په هغه كى د خلگو د پراخي  برخى اخستنى زمينه مساعده شوى وى ، ځكه نو په هغو هيوادونو كى چى لوى گوندونه مسلط وى رايى وركونكى د هغوى تر منځ ويشل شوى وى ،په ځنو حالاتو كى د كاميابى لپا� �ه لازمى رايى حتى د مستحقينو د رايو اكثريت هم نه جوړوى ، مثلاً په انډوليز سيسټم كى هغه كانديد كاميابه ګڼل كيږى چى تر خپل مخالف كانديد يى يوه رايه هم زياته وړى وى ، دغه مهمه نه ده چي ګټونګۍ د ټولو مستحقانو د رايو اكثريت جوړوى يا نه . په حقيقت كى كانديد د يوه اقليت  په رايه په مقننه قوه كى چوکۍ اشغالوي .  � �ومندانانو د فزيکي تنظيمي او کلتور په زور رايه اخستی ده  ددې موضوع د روښانولو لپاره به د سياسي زور په اړه څو څرګندوني وړاندي شي . پوهيږو چي سياست يو فعاليت دى چى په يوه ټولنه كى د ټولنى لپاره تر سره كيږى ، نو سياسى فعاليت د خلگو مشترك او په ميراثى توگه دسته جمعى او ګډ كار دى ، سياسى فعاليت په يوه ټولنه كى د بيلگې په توگه په دولت ، محلى مقامونو، صنفى اتحاديو ، تجارت، كسب و كار ، دينى موسسو ، دولتى ادارو كورنيو او نورو كى تر سره كيږى . نو له دى كبله هغسى چى فكر كيږى سياست يوازى د دولت په دننه كى يو فعاليت نه دى، بلكى هره موسسه خپل سياست لرى ، مثلاً د كورنۍ سياست د مغازې سياست ،د كوپراتيف سياست او نور ، خو دا خبره څرگنده ده چى په دولت كى سياسى فعاليت تر نورو سياسى فعاليتونو زيات مهم دى او دا مساْله هم روښانه ده چى دولت دغه زور لرى، د نورو سازمانو سياسى فعاليت هم تنظيم كړى .  همدا ډول څرنگه چى سياست په ټولنه كى او د ټولنى لپاره پريكړى كول او د هغوۍ، عملى كول دى ، نو په سياست كى زور ته اړتيا پيدا كيږي . ځكه په سياست كى بايد پريكړه تر سره او پلى کړله شى،نو بايد يو داسى څوك وى، ټولنه دې نتيجې ته ورسوى چى د يوې مساْلې په اړه بايد پريكړه وشى ، خو پريكړى تر زور پرته نه كيدلاي او نه عملى كيداي شى ليکن په سياست كى زور تر زوره پوري ډير توپير سره لرى ، په سياست كى زور د� �ى شكلونه لرى ، لمړی، فزيكى زور لكه امنيتى قوتونه ، زندان او نور. دوهم ، د دود او رواج زور او دريم د بيلو م وسسو زور دۍ .  فزيكى زور څرګند دۍ ، خو د رواجونو او موسسو زور څرنگه وى ؟د بشر د تاريخ په اوږدو كى خلگ او دهغوى سياستمداران په عمل كى پوهيدلى دى چى د پريكړو كولو او پلى كولو لپاره تر فزيكى زور د دود او موسسو زور زيات اغيزمن دۍ،  له دې كبله په سياست كى د عنعنې او دود زور عمده رول لوبوى ، همدا ډول د زور بله د پام وړ س� �چينه موسسې دى چى د پريكړى له عملى كولو سره مرسته كوى . دود او موسسې د پريكړى د عملى كول تضمينونكى دى د بيلګې په توگه پوهيږو چى د جرګې له لارى د محلى ، سيمه ييزو حتا ملى ستونزو او مسالو حلول د بشر د ابتدايى ډموكراسيو دود او عننه ده ، دغه د نړۍ په ځنو سيمو كى تر ننى ورځي پورى ادامه موندلې ده ، په افغانستان كى څو لسيزى پخوا هم په ځنو سيمو كى د خلگو تر منځ د حقوقي او جزايي مسالوحلولو لپاره حكومتى اورگانو ته مراجعه نه كيدله، ټوله م سالې او مشكلات د جرگو له لارى حليدلې ،په جرگه كى فزيكى زور نه چليږى، پليس، عسكر او زندان نشته او د طرفينو تر منځ د كلى، محل يا سيمى د خلگو غونډه د ستونزى د حلولو لپاره په اكثريت پريكړه كوى ،دغه پريكړه حتى تر حكومتى او قضايى پريكړو په ښه توگه او پخپله خوښه پلى كيدلې . په پورتنى مثال كى د جرګې لخوا د ستونزو حلول يو دود او جرگه يوه موسسه ده ، ويلاي شو چى په سياست كى د عنعنو او دودونو زور عمده رول لوبوى .  قومندانان تنظيمي ک� �تور په زور رايي واخستلې . مثلاٌ ، نن افغاستان په زياتو ساحو کي د تنظيمونو دود او کلتور مسلط دۍ په هغه کي د عمومي افغاني دود او کلتور پر ځاي تنطيمی دود عمده رول لري . په جرئت ويلاي شو چي په انتخاباتو د يوه تنظيم غړي د خپل تنظيمي دود له مخي تر خپل کانديد پرته بل چاته رايه نه شي ورکولاي ، ځکه بل چا ته رايه ورکول به داسي م انان ولري لکه د يوه تنظيم غړۍ چي د خپل تنظيمي حريف ته د جنګ غنيمت يا خپل توپک ورکړي . دغه کار به دده د دود او باور سره مخالف کار وي . مثلاٌ غير قابل تصور کار دۍ چي د يوه تنظيم غړي به د بل تنظيم کانديد ته رايه ورکړي وي . په تنظيمونو کي تر تولو عمده دودونه قومپالنه ،تنظيمپالنه او ډلپالنه ده. ځګه نو ويلاي شو چي قوندان او نور دغه شان مشران د خپل تنظيم د غړو او د هغوي د پلويانو به رايه کاميابه شوۍ دۍ. چي په هغوي کي د عمومي ملي ګټو پ� �ځاي تنظيمي  او قومي ګټي په نظرکي نيولي شوي دي . دغه رايه ځکه په زور اخستله شوې ده چي د رايۍ ورکونکي د تنطيمي دود په زور د خپل باور له مخي مجبوره شوۍ دۍ چۍ د ملي ګټو پر ځاي تنظيمي ګټي په نظر کي ونيسي .  دغه د ملي او ډم وکراټيکو ګوندونو له رايي ورکولو سره مشابه کار ښکاري ، ځکه هغوي هم خپل کانديد ته رايه ورکوي ، خو د تنظيم او وسله والي ډلي له رايي سره يي اساسي توپير دادۍ چۍ وسله وال او د هغوي پلوي  په هيواد کي د نتطيمونو او وسله والو ډلو له دود او فرهنګ له مخي رايي ورکوي او د ډوموکراټيک جنبش غړي د ډموکراسۍ د نوي دود او فرهنګ پر اساس � �ايه ورکوي ، چي د ملي ګټو مخالف کار نه دۍ ، او د بله پلوه ددغو ګوندونو غړي د يوه قوم منسوبين نه بلکه د بي� �ابيلو قومونو خلګ يي غړي وي.     پارلمان به د خلګو اجتماعي او اقتصادي ستونځي حل کړلاي � �ي؟ دغه کار هغه وخت امکان لري که په پارلمان کي  يو داسي اکثريت منځته راشي چي د قومندانانو او جنګسا� �ارانو تر نفوذ لاندي نه وي ، خو دغه يو مشکل کار ښکاري، ځکه پو هيږو چي پارلمان يوه سياسي موسسه ده، نو به خام خا د ټولني سياسي _اجتماعي وضعه انعکاس پکښي مومي . څرنګه چي زموږ پر هيواد داسي سياسي ډلي مسلطي دي چي زياترو يې  د خپل واک د ساحي د پراخولو لپاره پر خلګو راکټونه اورولي دي او د خپلو تنظيمو تر منځ يی جهادونه سره کړي ، يو تر بله يی وژلي او په سرونو کي يی ميخونه سره ټکوهلي دي ، په خاصه توګه  هغه وخت چي د طالبانو تر سقوط و� �وسته بيا پر هيواد مسلط شول ، وليدل شوه چۍ په هيواد کي بې امنيتۍ، ترور، د بشر پر حقوقو تيری ادامه و موندله او د نشه يي موادو توليد او قاچاق بيا خپل اوج ته رسيدۍ ، په دولت کي فساد، د بهرنيو مرستو له پيسو څخه سؤ استفاده او نورو داسي کارونو دوام وکړ، ځکه نو له دغو کسانو څخه د خلګو د ژوند د بهبود او د خلګو په ګټه د کار توقع نشي کيدلاي. ، هو، يو کار کولاي شي چي د دولت د هر ډول وړانديز پر ضد په هفتو بحث وکړي . د پارلمان اکثريت به د ډموکراۍ تمثيل او اپوزيشن به د مخالف رول و لوبوي.. امکان لري د اولسې جرګې اکثريت چي ښايي واګي به يی د کوم پخواني تنظيم د مشر په لاس وي د حکومت په دريځ و رديږي . په پارلمان کي به بحثونه، مخالفتونه او توافقونه وشي، خو دغه ټول به د بُن د ايتلاف د ښی لاسو او  ګيڼ لاسو ډرامه وي .  په پارلمان کي به د ملي او ډموکراټيک نهضت م حدود استازي او نور مستقل ملي او وطني شخصيتونه هغه وخت مثبت رول ولوبولاي شي چي دوي هم په ولسي جرګه کي يو م تحد پارلماني ګروپ جوړ کړي . خداي (ج) دي توان ورکړي ..د J EMB   د انټرنيټي پاڼي د ارقامو له م خي  د نوموړي پاڼي د محاسبو له مخي څو ټکي وړاندي کوم : د څو لويو ولايتونو د رايو شميرني له مخي مع� �وميږي چي په ځنو ولايتونو کي يوازي ٢٠_٣٥ ٪  مستحقينو رايی ورکړي دی چي کابل هم په دغو ولايتونو کې شامل دۍ ، خو د هيواد د شمال په ولايتونو او د کابل په شمالي ولايتونو کي دغه فيصدي تر ځنو استثنا ګانوپرته لوړه ده چي ع� �تونه يی هماغه د موجود حکومت سره د علاقې درجه ښيي .  د ( جې . اي. ام . بي.)  د انټرنيټي پاڼي لخوا د ټولو و� �ايتونو احصايې خپريدلې چي غلطوالۍ او سموالۍ يې په دوۍ اړه لري، خو خلګ يې تر سوال لاندي بولي. له دغو څخه د څو و� �ايتونو احصائيې وړادي کيږي: په کابل کي ٣٧٢ کسانو ځانونه کانديد کړي وه چي ورستني کانديد يې ٢٤ رايي وړي وې .د ولايت د ټولو١١٩٣٤٧٢ مستحقانو څخه د سپينو پاڼو او غير قانوني رايو په شمول يوازي ٣٩٩٨١٠ کسانو رايي اچو� �ي دي، دغه (٥،٣٣٪ ) کيږي.  بلخ : ټول مستحقين ٦٠٠٨٠٣ د هغې جملې څخه د سپينو او غير قانوني رايو په شمول � �٠٧١١٥ رايي اچولي شوي دي چي ٥١،١ ٪ کيږي زابل : مستحقين ١٠٢٦٩٥ . د سپينو پاڼو او غير قانوني رايو په شمول � �٠٦٩٥ رايی اچولي شوي دي،چي ٢٠،١ ٪ دي  بدخشان : مستحقين  ٤٠٠٩١٨ ، د سپينو او غير قانوني رايو په شمول ٢٤� �٧٤٠ رايی ورکړه شوي دي ، چي ٦٠،٧٪ کيږي تر دغه وروسته يوازي د رايو شمير ليکم هر ځل د غير قانوني او سپينو پاڼو خبره نه تکراروم. کندهار : مستحقين ٧٤٤٩٥٢ او ټولي ورکړه شوي رايي ١٨٨٦٧٧. دغه ٢٥،٣ ٪ جوړوي . کاپيسا :د مستحينو ټولي رايي ٢٠٢٨٠٠ ، ټولي اچولي شوي رايي ٨٣٩٦٦ . دغه ٤١ ٪ کيږي هلمند : مستحقين ٥٢٨١� �٤  ټولي ورکړه شوي رايي ١٩٤١٦٢ چي ( ٣٦،٩ ٪)  کيږي. غور:ټول مستحقين ٣٢٠٣٧٤ ،ټولي اچولي شوي رايي ٢١٣٢٩٣ ، ٦٦،٥ ٪      پروان : ټول مستحقين ٢٤٥٣٨٥ ټولي رايي ٨٧٥١٧ نتيجه ٣٥٪ ده   د عمومي رايو په اړه  تر اوسه د � �سمي احصائيې په اړه معلومات نه لرم ،خو زما د تخمين له مخي د ٣٥٪، ٣٨٪ رايي يا څه د پاسه په سلو کي يوه دريمه � �ايي کارول شوي دي  . په دې حساب که رشتيا نيژدې دوولسو مليونو خلګو د انتخاباتو لپاره خپل نومونه ثبت کړي وي، د نوموړو راجستر شوو کسانو څخه د ولسي جرګې په انتخاباتو کي يوازي څه د پاسه يوې دريمي مستحقينو برخه استې ده. د پورتنيو څرګندونو مانا دا شوه چي خلګو په سياست کي د برخي اخستلو سره سخته مينه ښوولې وه ،د بيلګې په توګه  نيژدې ټولو مستحقينو خپل نومونه ثبت کړي وه خو خلګود ټاکلو عواملو له کبله په انتخاباتو کي برخه وانه خستله ،د مستحقينو نيژدې دوو دريمي مستحقينو خپله رايه ونه کاروله ، ځکه چي : ١_ د دغه کار عمده عامل عمومي بيرته باتي والۍ دۍ . ٢_ د هيواد پر موجودو لارښوونکو او د هغوي پر اقداماتو باندي اعتماد کمزورۍ شوۍ دۍ ،ځکه خلګو د جمهوري رياست انتخاباتو او د دوي په رايه د جمهور ر ئيس ټاکل کيدلو ته ډير خوشاله وه ، هغوۍ په زړونو کي زياتي هيلي لرلې ، خو د بده مرغه ښې نتيجې يې وا نه خستلې . ٣_ څرنګه چي د طالبانوله حملو، تنظمي قوماندنانو د بې نظميو جوړولواو نورو عواملو له کبله تر څو ښارونو پرته په ټول افغانستان  کي تر اوسه ټينګ امنيت نشته او خ� �ګ د بې روزګارۍ، ناروغۍ، لوږي او خوارۍ څخه ډير ځوريږي، نو تر څرګندي ګټي او نتېجې پرته يی په انتخاباتو کي  ب� �خي اخستلوته زړه ښه نه کړ . ٤_ په نتيجه کي ويلاي شو، څرنګه چي د انتخاباتو عمده او اساسي سياسي فعالي ډلي هماغه تنظيمونه، وسله والي ډلي ، د مليشو قوندانان او په حکومت کي عالي رتبه ماموران او د دولت نور پلويان وه او خلګو له ځينو څخه ددې ډلو د د وو لسيزو راهيسي او د حکومت د لويو مامورانو څخه د تيرو څو کلونو راهيسي زړه � �ين و ،. نو يې د هغوي له وکيل کيدلو سره علاقه نلرله . ځکه نو زياترو خلګو په انتخابانو کي ګډون ونه کړ او يو مح دود شمير مستحقينوکيڼلاسو کانديدانو ، مستقلو، ملي او قومي شخصيتونو او نورو ته رايي ورکړې. خو د بُن د ايتلاف پلويانو، مثلاٌ د تنظيمونو ، وسله والو ډلو او همدا ډول د حکومت غړيو او د هغوي پلويانو، قوميانو، وطندا� �انو، د سياسي ګټو شرکانو،د دوي تر نفوذ لاندي کسانو او د نوموړو ډلو څخه په راتلونکي کي د مرستو تمه کونکو او نورو ، د بُن د ايتلاف د بيلابيلو ډلو کانديدانو ته رايه ورکړي ده . دغه رايي د فزيکي او معنوي زور ( پيسې، تهديد ، د قوندان څخه بيره ، ډوډۍ او همدا ډول  تنظيمي کلتور) په مرسته اخستلي شوي دي  د نوموړي څه د پاسه يوې دريم ي رايو څخه ډيري  لږ  رايي چي تر څو سوو زرو رايو نه زياتيږي يو څو محدودو کيڼ لاسو ملي ډموکراټيک کانديدانو ، مستقل ملي او قومي مشرانو او خپلواکو شخصتونو ته ورکړه شوي دي .  د کيڼلاسي ملي ډموکراټيک غو� �ځنګ راتلونکي دندي   و لوستل شوه  چي د بٌن ايتلاف د ټولو ويلي شوو عواملو په مرسته د ولسي جرګې حاکم او اپوزيشن دريځونه تر لاسه کړل ، خو دغه مساله بايد روښانه کړوچي خلګ هغه وخت په يوه سياسي او اجتماعي عمل لاس پوري کوي چي  پر ګټور والي يی باور پيدا کړي . ځکه  نو بايد.ملي روښانفکران په خپلو غړو او د هغوۍ له لاري په و� �سونو  کي د خلګو  پر دغه وجيزه باور پيدا کړي چي وايي ًً  د خلګو زور د خداي زور دۍ ً   يعني که د خلګو اراده  متحده کړله شي معجزه ډوله کارونه کولاي شي . له دغي خبري څخه لاندنۍ نتيجه اخستلاي شو. پوهيږو چي د افغانستان ټولو روښانفکرانو د زياتو قربانيو په ورکولو سره د څه د پاسه  څلورو لسيزو په بهير کي له سياست سره بې علاقې کسان سياست ته وهڅول ، نن  نارينه او ښځي غواړي چي د خپل  ژوند د سوکالۍ، د هيواد د آبادۍ او د خلګو د سر لوړۍ � �پاره په سياست کي فعاله برخه واخلي .. خو خلګو د بيلابيو عواملو له کبله د خپل کار له محصول ( په سياست کي د خ� �ګو د برخي اخستلو نوي کلتور) څخه ګټه وانه خستلاي شوه، د بيلګې په توګه ،که  هيواد د باغ او مستحقين کوم چي د � �ايي ورکولو په مقصد يی خپل ځانونه راجسټر کړي وه ددغه باغ د محصول سره تشبه کړو، نو ددې فصل يوه دريمه محصول په عمده توګه هغو کسانو واخستۍ چي ځنو يې د دريو لسيزو او زياتو نورو يې د څو کلونو راهيسي ثابته کړې ده چي د خلګو په غم غمجن نه دي او د فصل نيژدې دوې دريمي رايي ،د ملي ډموکراټيک غورځنګ د بې باکۍ او بې وسۍ له کبله اوبو او باد يو وړ . يعني د هغو مستحقانو رايې ضائع شوې چي په انتخاباتو کي يې برخه نه وه اخستې ، که نوموړي جنبش دغه خبره پخوا درک کړې واي ، د خپلو شخصي او ګروپي تعصبونو څخه تير شوي واي نو به يی نن له دغه تيار فصل څخه خپله ونډه  اخستې واي . يعني د ګيڼلا لاسي ملي ډموکراټيک جنبش د څو لسيزو د کار نتجه هغو کسانو يو وړه چي نه اوس او نه هيڅ  وخت يې پر ډ موکراسۍ باور نه درلود.  ليدل کيږي چي د نيژدې د دوولسو  ميليونو مستحقينو له جملې څخه يوازي څ� �ورو مليونو مستحقينو رايي  ورکړې ده او پاتي اتو مليونو په انتخاباتو کي برخه نه ده اخستې، که فرض کړو چی زما ټولي احصائيې غلطي وي اوحتا پنځوس په سلو کي مستحقينو په انتخاباتو کي ګډون کړۍ وي نو بيا هم  د کيڼلاسي ملي  � �موکراټيک جنبش لپاره  شپږ مليونه نور مستحقين موجود وه چي رايې ورکولو ته هڅول کيدلاي او رايي ځني اخستل کيدلاي شوې . دغه مساله روښانه ده، خو وخت له لاسه وتلۍ دۍ . ليکن ژوند او مبارزه ادامه لري ، کيڼلاسی ملي او ډم وکراټيک جريانونه بايد له دغي بې وسۍ څخه تجربه واخلي او هر څومره چي ژرکيدلاي شي په يوه ګوند او يا يوه اتحاد کي سره متحد شي .(....  و من الله التوفيق .) ",پارلمان څرنګه د بُن ايتلاف ته وسپارله شو 3374,," ", 3375,," ", 3376,," کابل کې پوليسو د تيرې يوې اونۍ په ترځ کې ٦٤ تنه داسې کسان چې په مختلفو جرمونو ککړ او تورن بلل شوي ، نيولى دي . د کابل امنيه قوماندان امان الله ګذر يوې خبرى ناستې ته نن ددغه کسانو د نيولو پخلۍ وکړ او زياته يې کړه چې ٢٦ تنه داسې کسان دي چې پرته له ګمرکى محصول څخه يې د پاکستان څخه کابل توکى راوړى او ٣٨ تنه داسې کسان دي چې په وسله والو غلاوو، دو سلواو لرغونو اثارو په قاچاق کې لاس لري . ",په جرمونوککړ ٦٤ تنه تورن کسان کابل کې نيول شوي 3377,," د کابل - ګرديز په لويه لار په يوه ت� �افيکى پېښه کې نن د يو موټر ٩ تنو سپرليو خپل ژوند له لاسه ورکړ او يو بل تن ټپى شو .پېښه هغه مهال رامينځ ته شوې چې يو کرن د تخنيکى عوارضو له امله له ټکسى موټر سره جنګيدلى دى . ",په ترافيکى پېښه کې ٩ کسانو ژوند له لاسه ورکړ 3378,," امريکايانود هغو عملياتو په ترځ کې چې د � �پې له خوا يې د بلخ ولايت د چاربولک ولسوالۍ د على اباد کلى کې ترسره کړي ، ددغه ولايت دوه تنه سيمه ايز پخوانى جهادى قوماندانان له ځانو سره وړي دي. د بلخ ولايت وياند د پېښې پخلۍ کړي او وايى د شنبې په شپه پخوانۍ جهادى � �وماندان اخترمحمد ابرايم خيل او دهغه زوى محمد ولى د چورلکو په واسطه له خپلو کورنو څخه په نامالوم لوري � �يږدول شوي دي . وياند منلې چې له دولتى چارواکو سره په دې اړوند مشوره نه ده شوې او داډول خپل سره عملونه د سو� �ى او ثبات په ګټه نه دي . نوموړى قوماندانان د ملى محاذ د تنظيم غړي دي.امريکايانو په دې اړوند تراوسه څه نه دي ويلي .ځايى اوسيدونکو د پېښې په اړوند خپلې انديښنې د بلخ ولايت له والى او نورو چارواکو سره د ليدنو او کتنو له لارې شريکى کړى او غواړى پوه شي چې دکوم لامل له مخې او چا دغه کسان نيولي دي ؟ ",امريکايانو ٢ تنه ځايى قوماندان بلخ کې نيولي 3379,," د پوليسو يو افسر کابل ښار کې يو ټکسى چ� �ونکى اويولاروى د تفنګچې په ډزو سره وويشتل او ټپيان يې کړل .عينى شاهدانو وويل ، د پوليسويو صاحب منصب چې په موټر سايکل سپور وو، د نېشې په حال کې يو ټکسى چلونکى په څپړووواهه او وروسته يې ډزې پيل کړى ، چې له امله يې دوه تنه کابل ښاريان ټپيان شول .کابل کې د پوليسو يو چاراکى له بينواسره ددغه پېښې پخلۍ کړى اوو ايى نوموړۍ افسر اوس د پوليسو په بند کې دي . ",پوليس دوه تنه کابل ښاريان په ډزو ټپيان کړل 3380,," کنړ کې د پوليسو مشر نن سهار له بينوا سره ومن� �ه چې تيره شپه د اسعدا باد ښار د هېواد او سولې ددښمنانو د ٥ توغنديو تر بريد لاندې راغلۍ ، چې مرګ او ژوبله نه � �ري .ده وويل يوازې يو توغندى د هستوګنې په يو کور لګيدلى چې مالى زيان يې اړولى دى . نورڅلور توغندي په غير هستوګنو سيمو کې لګيدلى دي . ",اسعداباد ښارپه پنځو توغنديو ويشتل شوي 3381,," د ملى دفاع وزارت وياند ويلى چې ځواکونو يې تيره ورځ د هرات د شنډنډ ولسوالۍ د زيرکوه په سيمه کې دوه تنه طالب جنګيالى وژلي دي. دده په خبره نوموړى طالبان هغه م هال د ملى اردو له خوا ووژل شول ، چې ځواکونو ته يې د يو غلچکى بريد کمين نيولى وو.فوځى چارواکو داهم ويلى چې ٢ تنه وسله وال جنګيالى يې په زابل او ٣ تنه دغزنى د قره باغ ولسوالۍ کې نيولى دي. ",٢تنه مخالف جنګيالى هرات کې وژل شوي 3382,,"   تیره شپه دکابل ښار دشهزاده سرای نه ١٥ کیلو گرامه سره زر او یو لړ نغدې پیسې غلا شوي لا تراوسه دپیښې په تور څوک ندي نیول شوي. شهزاده سرای نه پخوا هم ورته غلا شوې وه چې بیا دپولیسو امنیتي پوستې په سرای کې جوړې شوې. پدې وروستیو کې وسلوالې غلاوې دکابل په واټنونو کې په رڼا ورځ شوي خو نه کوم دغلو ټیم اونه هم کوم غل امنیتي پولیسو نیولی. ",دکابل شهزاده سرای نه غلا شوې. 3383,اجمل تورمان-کابل," د بنيادم زړه    زما د واورو سپين جانانه !  پټ په زړه کې مې اوسيږه  زمونږ د لمر سينه کې زړه د بنيادم دی    قيمت    پام کوه زما په قبر خپل بنګړي مات نه کړې  که،نه  قيمت به د بنګلو راټيټ شي    حيا    ستا د سترګو په کتاب کې مې بس درې شيه خوښيږي حيا، حيا ،حيا    د انګور پاڼه    ستا د شنو سترګو له غمه  زما زړه هم تکه شين شو  لکه پاڼه د انګورو    افغاني کميس    تا به دعا کوله چې خدای دې ماته کړه د زړه هندا� �ه راشه قسمت په کاڼوويشتې ده اوس روغه نه ده  دافغاني کميس ټټر ته دې ټوټې يوسه  پوښتنه    زړونه ماتيږي خو بې غږه ولې ؟    زه او ته    زه او ته دواړه پاڼې  ته تکه شنه لاس دې د تاک په لاس کې  زه مې مړوند نه ډيره لرې دلته باد راوړې  ته ځانته هره شيبه  يو نوی نوم و� �کوې  زه مې خپل نوم د بنيادم په هر يو پل کې ځوانيمرګ وينمه   ",دتورمان صیب څو شعرونه 3384,اجمل تورمان-کابل,"     شيش محل   دامې وعده درسره که چيرې کله شيش محل مې جوړ کړو هر سبايي به دمحل په خوله شوو شيشو يواځې ستا نوم ليکم   زړه   خدايه ! يو غټ زړه راکړې لکه دغره په شانتې خو چې دکاڼي نه وي   حلال می   ساقي ماته شراب کليمه داره جام کې راکړه نن څښم د چا دغمه چې حرام رابندې نه شي   شيبه لو   ای های ! د وخت په پوله کوم لوګری ناست دی ؟ چې يو د سترګو په � �پ د ښايسته ښايسته شيبو لو کيږي       دقسمت ستوری   زما د قسمت ستوری به کوم وي اشنا ؟ ويل هاغه هاغه چې تښتي درنه لکه شيبه وروسته همدغه شيبه   دستار   هسې نه چې مسلما ن يم ما به کړې وه سجده دا ستا ښايست ته خو په سر باندې دستار و شرم راغی   ",زړه 3385,," د اتل قول اردو مشر جنرال روفى له بينوا سره د ارزګان ولايت په سرمرغاب سيمه کې د ٧ تنو طالب جنګياليود وژلو پخلۍ کړى او وايى د يو پاکستانى په ګډون يې ٣ تنه ژوندىنيولى دي . ده ومنله چې دغه عمليات د ملى اردو او ائيتلافى ځواکونو له لوري په ګډه تيره شپه ارزګان کې ترسره شوي او دولتى او ائيتلافى ځواکونوته هيڅ ډول زيان نه دى رسيدلۍ.د ده په وينا عمليات د استخباراتي مالوم اتو په بنسټ ترسره شوي دي ، چې يو اندازه سپکه او درنده وسله هم لاس ته راغلې.نوموړى د زابل د سيورى په ولسوالۍ باندې د وسله وال بريد خبره هم ومنله چې له امله يې ٢ دولتى سرتيري ټپيان او يو ولسى وګړى وژل شوي دي . دغه بريد تيره شپه طالب جنګياليو په ولسوالۍ کړى وو. ",ارزګان کې ٧ تنه طالب جنګيالي وژل شوي 3386,," دهلمند دسنګين ولسوالۍ په هغه خونړۍ جګړه چې پرون د طالب جنګياليو اوپه ولسى جرګه کې دهلمند دخلکوداستازى دادمحمدخان د کورنۍ او پلويانو ت� �مينځ وشوه ، د ولسى جرګې د غړى له کورنۍ څخه د خپل وروراوزوى په گډون ٣٢ تنه مړه ، ١٠ تنه ترى تم او ٥ تنه ټپيان شوي . دولسى جرګې غړى دادمحمد خان له بينوا سره ددغه مرګ او ژوبلې چې په دوو جلا بريدونو کې رامينځ ته شوې ،پخلى وکړ او وايى هلمند کې دولت ډير کمزورى دى او ائيتلافى ځواکونه چې د جګړې په ٢ کيلومترى کې پراته دي ددغه خونړۍ پېښې ننداره کوله. ده ومنله چې دولت او دولتى ځواکونه نشى کولاى د هلمند د اوسيدونکو له خونديتوب څخه دفاع وکړي . ده پردولت او ائيتلافى ځواکونو سختې نيوکې وکړى او زياته يې کړه خلک هلمند کې د طالبانو حکومت منى او دولتى ځواکونه او چارواکى يوازې په څو مترى کې دخپل ځان دفاع نه شى کولاى . ",دسنګين خونړۍجګړه کې ٤٧ تنه مړه،ټپيان اولادرکه شوي 3387,,"   دکورنیو چارو وزارت ویاند یوسف ستانیزي بینوا ته وویل چې دزابل ولایت دخاک افغان ولسوالۍ داحمدزي په کلي کې تیره ورځ ماښام ٤ طالب جنگیالي وژل شوي او دوه نور نیول شوي چې پکې دطالبانو یو قومندان جاوید هم دی. ",دزابل په خاک افغان کې ٤ طالبان وژل شوي. 3388,," افغان ولسمشر حامد کرزي  نن په چين کې لومړى � �ه دوه ټلوېزيونونو سره د سيمې او افغانستان په اړه ځانګړې مرکې مرکې وکړې ،وروسته نوموړى د چين د سوداګرۍخونو ته لاړ او هلته يې چينايي سوداګر نور هم دېته وهڅول تر څو راشي او په افغانستان کې پانګه اچونه وکړي ،کرزي د نوموړې وينا په ترڅ کې له چينايي سوداګرو  څخه غوښتنه وکړه تر څو له افغانستان څخه خپل صادرات زيات کړي ،ټاکل � �وې ده چې کرزى به د سې شنبې په ورځ د چين د پينکينګ په پوهنتون کې هم يوه وينا واوروي . ",ولسمشر حامد کرزى تر اوسه په چين کې دى 3389,,"   دکورنیو چارو وزارت ویاند یوسف ستانیزي بینوا ته وویل چې دکابل ولایت پولیسو نن دکابل په کابل بای سیمه کې دوه کیلو گرامه چرس، ٢٢ کیلو گرامه تریاک او٢٨ بوتله الکولي مواد له څلور عاملینو سره یوځای نیولي. ښاغلي ستانیزی دا هم بینوا ته وویل چې دکابل په ښار کې دمجرمینو په وړاندې لوی کمپاین روان او له دغه ښار به هر ډول مجرمین نیسي. دا پداسې حال کې ده چې گڼ شمیر دکابل ښار اوسیدونکي له غلاو او جرمونو سر ټکوي.  ",دکابل پولیسو یو لړ نشه یي توکي نیولي. 3390,,"   نن یوې خبري ناستې ته په کابل کې دملگرو ملتونو یا یوناما ویاند علیم صدیق وویل چې ملگري ملتونه له دواړو کورنیو او بهرنیو امنیتي ځواکونو غواړي چې په غره دیرغل عملیاتو کې له پوره فکر څخه کار واخلي تر څو ملکي وگړي له وژنو وژغورل شي. ائتلافي ځواکونو تل په عملیاتو ملکي وگړي وژلي چې بیا یې له خلکو بخښنه غوښتې او ملگري ملتونو هم بیا خفگان څ رگند کړی وي. ",یوناما په جګړه کي دملکي وگړو په اړه اندیښنه لري. 3391,,"  نن خبریالانو ته دائتلافي ځواکونو له � �وري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددغه ځواکونو له لوري د٢١ ملیونو امریکايي ډالرو په لگښت دارزگان ولایت د مرکز ترینکوټ له ختیځ نه نیولې تر دیهراود او له دیهراود نه داوشي تر شماله دسړک جوړونې دپروژې دپیل خبره کړې چې ښایي دروان زیږدیزکال دسیبټمبر په میاشت کې پیل شي چې ټول سړک به ٩١ کیلو مټره وي . خبرپاڼه دا هم وايي چې ددې پروژې پیل ددغه ځواکونو له لوري په غره دیرغل عملیاتو دلړۍ دمرستو نه یوه ده چې موخه یې ترې پدغو ولایتونو کې ددولت دنفوذ پیدا کولو لپاره لار موندل دي. ",ائتلافي ځواکونه په ارزگان کې لوی سړک جوړوي 3392,رحمت پيتاوال,"                              &n; bsp;                                ;            د خيــــــــــالــــــونــــوسـمـــــنــــد رکـــې د ژونــــــد ون پـــه مـــازد يـــگـــرکـــــــې  ز ه ر و ا ن و م بــــــــــــی خبـــــــــ� �ه جـيـنـــکـيـــــــــوپـــــــــه گـــــــود رکــــــې پـــــه كتـــــــاربـــــه وی روا نــــــــــــــې کــــه بــلـبــلـــې پــــه لــــــوی غـــرکــــې چــــی زمــــا مـيــنــ� �ـــه پـــــرې راغــلــــه هــغــــه تــلـلــــه ښــــــــکلــو ســرکــــــې ډيــــرخـــ� �وشحــا ل بـــــــه وم له حـــــــد ه چـــی بـــه راغـــلــه پـــه نــظـــــرکــــــې زمـــ� �ـاپـــــه فــکــربـــه مــيـــلـمـــه شــوه هـــم مــاښـا م ا وهـــــــــم سـحـــرکــــــ� �ې مـــا بـــه لا ر و ر تـــــــــه نـيـــــــولــــــه چـــــی معـلومـــه بـــــه شــــوه د رکــــــې بـيــــابـــه مــا ســـره جـــوره شــــــــــــــوه د  ژ و نـــــــــد ون پـــ� �ه دی ســفــــــرکـې چــــــی د خيــــا له شــــــومــــه لـــــــرې هيــځــــوک نـــه ؤ لـــ� �را وبــــــــرکـــــــې نـــــومــــــــی آ ه کـــړلـــوالــلـــه تــــــــــه سـخـــت م� �ـی د رد شــــولـــوځـيـــگــر کې چـــــی پــــه تــلـــومـــا زد يــګــری شـــو ځــــا ن مــ� �ـــــی وليـــد وخـطــــرکــــــــې د ا جــــــــل د اعـــــي چـــــې راغــــلـــــه زه ئــ� �ـی بـنــد کــــړم مـــرگ بستــرکــــې ز ه ر حــمــت ا و س د ر نــــــه لا ړ م بـيـــا مـــــــ� �ـی گـــــوری پــــه محشرګې    ",په محشرکې 3393,"عادل اڅکزئ ، چمن پښتونخوا"," لکه څنګه چي تاسو ته معلومه ده چي دسفريايون کولوڅخه وړاندي ، د سفر موزې پښو ته اچول په پام کي نيول کيږي ،له دې څخه وروسته بيا سفر پیليږي ،همداسي يؤ هدف يا مقام ته ځان رسونه يا ترلاسه کول بې له پر لپسې هڅو ګاللو څخه ناشونی لکه څنګه چي تاسو ته معلومه ده چي دسفريايون کولوڅخه وړاندي ، د سفر موزې پښو ته اچول په پام کي نيول کيږي ،له دې څخه وروسته بيا سفر پهليږي ،همداسي يؤ هدف يا مقام ته ځان � �سونه يا ترلاسه کول بې له پر لپسې هڅواو زيار ګاللو څخه ناشونی او ناممکن دی،دا بيا بېله خبره چي څوک خپل م� �ام ته په ټاکلې موده کي   ورسيږي  او څوک بياله ځنډه وروسته دا جام پر سر پورته کړي ،که چيري زه دخپلي ټولني � �رائېط او وضع په پام کي ونيسم ،چي په درېمه نړۍ کي شمېرل کيږي، نو بيا د دې ويلوحق لرم چي ووايم ،دلته په ځنډ يا ژر سره تر منزله رسېدل نه دي مهم ، په اصل کي بايد دلته منزل ته د رسېدلو عنصرمهم او ارزښت من وبلل سي ،  راځم دخپل سرليک خواته ،( ګل ورينه وېب پاڼه بېنو ا )  دنن څخه څه کم دوه کاله وړاندي پښتنه و ېب پاڼه (بېنوا) د انټ� �نېټ پر نړيوال جال باندي له خپل ټاټوبي او نغري څخه ليري په پردېس کي پښتني احساس لرونکو ځوانانو ( ع + خ ) په خپل مېړني عزم او ويښو ولولو ور زياته کړله ،د خپلي ژبي او فرهنګ مينه والو ته يې د هغو د مالي استعداد سره د ب� �دتيا درلودلو پر اساس پردې درک www.benawa.com له لومړۍ ورځي څخه بيا تر اوس مهاله پوري په وړيا توګه پرانيستلې ده ،د خپل قام او خپلي ژبي سره يې دخپلي تاندي ميني څرک موږ ته له خپل وياړمن کار او زيار له امله په ښکاره سره ځلو� �ئ دی ،چي دتارېخ پاڼي به يې دنورو زرهاوؤ پيښو په څېر د معنويت د خپرېدا په خاطر په خپلو طلايي پاڼو کي ثبت او خوندي کړي ،د دې نوښتګرو يارانو له دې ورېښمين چوپړ څخه سترګي پټول په سلګونه ځله ناځواني او نامردي بولم ، بېنوا وېب پاڼي د خپلو خواخوږو دهمکارۍ په برکت په لږ وخت کي لوی نوم ګټلی دی، که يې عمر او شهورت سره پېمائېش يا وزن کړو نو دشهرت خوا به يې په څو چنده اوچته او درنه راته ثابېته سي ،بېنوا پاڼه يؤ له هغو پاڼو څخه ده چي دپښتنو ليکوالانو په زړونو کي يې ښه محبوبيت موندلي دی ،او هره ورځ ګنشمېر د فکر او اند خاوندان ورباندي نوي او تا زه معنوي لوروني شيندي ،چي له کيفيت او کميت له مخي شتمني ترې مومي ،زموږ دې پښتنې وېب پاڼي په لږ وخت کي خورا ډېر د پښتو بلبلان له خپل ګلورين بڼ سره روږدي کړلو ،همدلته يې وخت په وخت دمطا لعې غذا په ورين تندي ورته برابره کړې ،برابره وي ، او په ائېنده کي بې که دڅښتن (ج)  رضا وه لانوره برابره کړي ،   زما وړاندي خبري بې ځايه مباليغه ونه ګڼۍ،کنه نو مباليغه ګڼونکوته بيايوه يادونه ورپر زړۀ کوم ،هغه داچي ،  د بېنواوېب پاڼي د کار او زيار په اعتيراف د افغانيستان دکلتوري ودي ټولني له خوا د (  2005 ) م  عيسوي کال د سپټمبر پر لسمه د جرمني ( المان) په ليور کوزن ښار کي د افغان هوتکي پاڅون د درې سومي کاليزي جشن دعلمي سيمينار او غونډي په ترڅ کي د ګڼو برخوال په مخ کي د استاد (  روستار ترکي ) په لاس د همدې پاڼي ګلالي اوځوان استعداد( احسان )ته د ميرويس خان نيکه په ( نوم) نومول سوی د سرو زرو ميډال او ستاينليک ورکړل سو ، رښتيا هم په دې سره موږ ته د دوۍ د کار او هڅو اعتيراف په زبات ( ثبوت) رسيږي ،او نور ځوانان هم دې ته تشويقه وي چي  د تشو خبرو پر ځای په ځان کي عملي ماده پيدا کړي ، د بېنواو ېب پاڼي په سمسور چمن کي هره ورځ شاعران لګيادي د شعېر په پسته ژبه د خپلو زړونو بړاسکه د نغمه ګير هنر په ګوتوسپړي ، چي له همدې کبله دنوموړي پاڼي فيضا باندي اهنګ ، اهنګ ده ، معنا د سرود  وږمې خورې ورې د � �نګينيو په حالت ورته زانګي ، که يوې خواته دشاعرانو رويه ورسره مخليصانه ده ، نو وبلي خواته دليکوالانو تړون هم ورسره داستيفادې وړ ثابت سوی دی ،ليکوالان ورپکي لګيا دي د نثر په بېلا بيلو رنګونو لکه ( لنډه کيسه،ناول ، هنري نثر،ګزارش ،څېړنيزي ليکني او نورواړونده صينفونو له لاري د خپل فکر په برس د پيغامونو او � �ارښوونو څخه برخمني زخني ليکني لوستونکوته له وخت سره سم انځوروي ، بېنوا وېب پاڼه که هر اړخيزه نه ده ، څو اړخيزه خو ضرور ورته ويلاي سو،اوس مهال که څه هم د هر ذوق د خلګو تنده نه سي ور ماته  وای ، نو وبلي خواته خو يې چلونکو د  اديبانو ، شاعرانو ،او ليکوالانو د ذوق او علاقې خيال ضرور پکي ساتلئ دی ، په ټوليزه يا مجم وعو کي که د بېنوا پاڼي جاج واخلو نو دې نتيجې يا پائيلي ته رسو چي ووايو ، د همدې پاڼي په سل کي د نوييمي برخي خلا يا سياره دپښتو ادب په اسمان کي په ګرځنده حالت يا مدار کي ده ، پاته لس فيصده يې د ژورناليزم  يا خبري ب� �خي او ورسره جوخت نورو بيلو برخو ته ورکولاي سو ، دلته غواړم چي ستاسو (بېنوايانو) وروڼو سره دبېنوا وېب پاڼي په باب خپل څو وړانديزونه شريک کړم ؛ (  1 ) سږ کال په نوموړې پاڼه کي د پښتو ژبي وتلو سندرغاړو او هنرمندانو سازونه او اوازونه په بېله برخه کي اچول غوره نوښت اوښه زياتونه ګڼم ، خو که په دې برخه کي د سندرغاړو د نوم ونو  او لومړي شعر تر څنګ د شعر د تخليق کار معنا دهمدې شاعر نوم هم ورسره اضافه سي، په دې سره به مو نه يواځي داړونده شاعر حق ورپر ځای کړی وي ،ورسره سم به د لوستونکو او اورېدونکو دمعلوماتو سطح هم په دې اړه لوړه سي ،  (  2 ) د خبرونو په باب به دا ووايم ، په دې برخه کي دژورناليزم د اصولو کي خلاف ( په  لومړي مخ کي ) زاړۀ خبرونه تر ډېره پاته کيږي ، د ژورنا ليزم د اصولوسره سم بايد نوي او تازه خبرونه د وخت سره په مطابيقت پر لومړي م خ باندي وړاندي کړل سي ، ز اړۀ خبرونه لکه اوس چي يې څنګه خوندي ساتئ په ائېنده کي هم بايد دا راز په ارشيف کي وساتل سي ، نوی خبر چي په وخت کي دننه خپور سي ارزښت يې زيات وي ( 3 ) د شعرونو په برخه کي بايد هغه شعرونه ولګول سي کوم چي لږ تر لږه د سېلابونو او روانۍ له لحاظه په معيار پوره ختلي وي ، ( 4 ) د ورځنيو تودو پيښو يا خبرونو سره يؤ ځای او يا په بېله برخه کي د سپورټس يا لوبو مينه والو ته بايد د نړيوالو او سيمئيزو لوبو تازه خبرونه او م علومات وړاندي کړل سي ، ( 5 ) نړيوال او سيمئيز تجارتي يا کاروباري خبرونه هم بايدپه خبري برخه کي ورسره اضافه سي ، نړيوالو اثارو سره که د افغانيو  اد لون ، بدلون وښودل سي دا به په هيواد کي د ننه او دباندي د افغانانو  د خپلي کرنسۍ په اړوند د معلوماتود تر لاسه کېدا وسيله وګرځي ، ( 6 ) د ډيورنډ کرښي دېخواته په پښتني سيمو معنا په محکومه پښتونخوا کي چي کو مي ادبي ، سياسي ، او ټولنيزي غونډي او فعاليتونه تر سره کيږي ،له دې څ خه بايد دهمدې پاڼي قدرمن لوستونکي وخت په وخت خبر او اګاه وي ، ( 7 ) د بېنوا وېب پاڼي چلونکي بايد له خپلو استازو څخه دهغو دخپلو سيمو د مځکي جغرافيايي او د مېشتو قامونو شجري ملومات راغونډ کړي بېله برخه دي ورته ځانګړې کړي،په دې کار سره هم لوستونکو ته د پام وړ معلومات ترلاسه کيږي اوهم د څېړونکو دپاره د ښې اخيستني يا اخذ وسيله ګرځېدلاي سي ،دا کار دافغانيستان دټولوقامونو پېژندګلوي  په ښه توګوګه وړاندي کولاي سي ، (  8 ) په دې پاڼه کي با يد پښتو ورځ پا ڼي لوستونکو ته ور وپېژندل سي ، هغه که له (کابله) خپريږي ، که له ( کوټي) خپريږي ، که له پېښوره خپريږي او  يا  له کوم بل خايه څخه خپريږي ، دمعروفي کېدو تر څنګ بايد ټولو پښتو ورځپاڼو ته بېله برخه جوړه کړل سي،ا و د هري ورځي تا زه پښتو ورځ پاڼي په مستقله توګه په همهغه ورځ په خپله برخه کي ولګول سي، (  10 )  د پښتو ژبي د پخوا نيو او اوسنيو ښځينه شاعرانو او ليکوالانو دپاره بايدبېله برخه رامنځ ته سي ، ورپکي د همدې ښځينه روڼ اندو پېژندګلوي ، د اثارو شمېر ، او د شاعرۍ نمونه يې هم با يد ورسره وړاندي کړل سي ، په دې سره به زموږ ځوان نسل دخپل فرهنګ له دې قدر وړ هستيو سره شناخت ومومي ،٠  بېنوا وېب پاڼه تېر کال د خامپوڅو ( خاړپوڅو ) په حال کي د دويم کال غيږي ته ور داخېله سوه ، د نېکمرغه سږ کال د خپلو  وړو ، وړو قدمونو په توسط  د دريم کال درشل ته ور وړاندي کيږي ، خو ډېر مزل لا پاته دی ٠ د بېنوا وېب پاڼي ټولو فرهنګي يارانو ته که په لر کي دي که بر کي دي او که په شرق کي دي که په غر ب کي دي د همدې ذکر سوي پاڼي د دويمي کاليزي د وياړ په خوشحالي کي د زړۀ په د� �زا سپينه سپېڅلې مبارکي له خپله اړخه په ا فغانۍ مينه وړاندي کوم ",ګل ورينه وېب پاڼه بېنوا 3394,وږمه سبا عامر," نن سبا چې ګورو دويب پانو لړۍ ډېره چټکه روانه ده ، دنن دور يازمانې خلک ترمجلواو ورځپاڼو ويب پاڼې ډېرې ګوري اوتوجه ورته لري - دايوډول خدمت هم دى چې په ډېره اسانۍ سره هرلوستونکى خپل دذوق اومينې سره برابر مطلب ترلاسه کوي  نن سبا چې ګورو دويب پانو لړۍ ډېره چټکه روانه ده ، دنن دور يازمانې خلک ترمجلواوورځپاڼو ويب پاڼې ډېرې ګوري اوتوجه ورته لري - دايوډول خدمت هم دى چې په ډېره اسانۍ سره هرلوستونکى خپل دذوق اومينې سره برابر مطلب ترلاسه کوي - ددې ترڅنګ ددوى لوى خدمت او زمونږ لپاره غټ غنيمت خودادى چې په هيواد اونړۍ کې تازه پېښې اوواقعات زرترزره مونږ کولاى شو دويب پاڼو له لارې ترلاسه کړو- خوداټولې ښېګنې دهغو خلکو ګوتوته رسېږي چې هغوى ته دانترنيټ اسانتياوې ورپه برخه وي - دبينواسره له کومه ځايه چې زما پېژندګلوي شوې اوزما تعلق ورسره پيداشوى مادنورو پښتو ويب پاڼو ترڅنګ دبينوا کار زحمت اود دې پاڼې دکارکونکومينه چې دپښتو ادب او اولس سره لري ستايلى دى اونوربه يې هم ستايمه ولې چې ددې پاڼې که ادبي برخه راواخلو اويا نورې برخې يې ترڅېړنې � �اندې ونيسو نودابه جوته شي چې بينوا مالامال ده، بينوا نه ده- دې پاڼې پرپښتنو ډېرڅه پېرزوکړي دچالمنه يې تشه نه ده پرېښودلې اونه يې له پاڼې څخه څوک بينوا تللي دي خامخايې په ځولۍ کې يې ډېر نه لږ خويې وراچولي بله ځانګړتيايې داده چې دليکوالويې ډېر قدراوعزت ساتلى اودايې هم نه دي کړي چې له ليکوالو اوشاعرانو نه يې دهغوى ملغلرې راټولې کړي خپله لمن يې پرې ښايسته کړې بياوروسته يې په مستعارونومونو د ګلونو پرځاى په کاڼو ويشتلي دي همدا اصل دى چې زماپه اند نه يوازې دادب اوقلم خاوندان ورسره مينه لري بلکې نور وګړي هم بې کچه مينه ورسره لري او تل يې خام خاګوري زه نورې خبرې نه کوم همدومره خبرې مې له خولې سره جوړې وې چې ومې کړې بس دومره وايم چې ددې پانې ټولو چ� �وونکوته ددې سترخدمت په اړه يې چې دپښتو ادب اوپښتنو ته يې کوي مبارکي وايمه اودوى ته له جمله ټولو پښتنو سره خوشحاله اوسرفرازه ژوند غوارړمه . په اخره کې دبېنوا ويب پاڼې چلونکو او کتونکو ته دپاڼې ددوهمې کليزې مبارکي وايمه -  دغبرګولي ٢٩ مه  پښتونخوا ", زه او بېنوا 3395,پوهنوال رسول باوري," زه نه غواړم چي ستاسو بريښنا پاڼه وارزوم ، دا ځکه چي دا کار له يوې خوا زيات وخت ته اړتيا لري او له بلي خوا پر بيلا بيلو علومو ، هنرونو او پوهو د لاسبري ليکوال هاند ،زما په اند ستاسود برېښنا پاڼي ارزونه د يوه دائرۀ المعارف ارزوني ته ورته ده دبېنوا پاڼي درنو چ� �ونکو، سلام !د وياړ ځای دۍ چي  ستاسو د پر له پسې زيار په برکت د بينوابرېښنا پاڼي د دوه کلن ګټور کار برئ نم انځو. د تيرو دوو کالو  برئ مو مبارک او د راتلونکو هڅو لپاره مو هوډ پياوړئ اوسه  .زه نه غواړم چي ستاسو ب� �يښنا پاڼه وارزوم ، دا ځکه چي دا کار له يوې خوا زيات وخت ته اړتيا لري  او له  بلي خوا پر بيلا بيلو علومو ، هنرونو او پوهو د لاسبري ليکوال هاند ،زما په اند ستاسود برېښنا پاڼي ارزونه د يوه دائرۀ المعارف ارزوني ته ورته ده ، چي زه په دې دريځ کي نه يم ، خو د زړه خواله به خامخا در سره کوم .ګرانو ورڼو، هادي حېدري او احسان  ! ستاسي نومونه  مي ځکه  د بينوا بريښنا پاڼي دهغو ټولو نورو درنواو ښاغلو مرستندويانو په استازيتوب مخامخ ياد کړل ،  چي تاسو په دې رښتيني ، هيوادني او ملي چوپړ کي لېڅي رانغښتي  او د زړه  وينه مو دبينوا بريښنا پاڼي نيالګۍ ته د اوبو په  څيربلهاري کړېده  ، او پر له پسې دوه کاله مو دې پاڼي  ته وياړلۍ ژوند بخښلۍ دئ . په يوه � �نډه وينا کي زه ستاسو هڅو او کار ته په درنښت ګورم او هېوادنۍ وياړ يې ګڼم . تاسو اوس د نړيوال بريښنا يې جال پر تارونو د افغان اولس ټولو هغو ميشت ځايونو ته ځان رسولئ چي د بريښنا ، کمپيوتر او بريښنايې جال اسانتياوي شته . دا ستره لاسته راوړنه او لوۍ برياليتوب دئ . دا، زه تاسو ته د ګوتو پر سر شاليمار نه جوړوم ، بلکي دا د يوه  � �ښتيني حال بيان دئ . ورڼو ! ستاسو دپاڼي ستر چوپړ او ګټور کارونه  چي تر اوسه په پوره هېواد پالي هوډ تر سره شوېدي ، د زياتي ستايني وړ دي ، خو د راتلونکي لپاره هم د اړوندو چارو د سمون په نيت هوډمن پاته کېدل اړين دي . زما باور دادۍ چي تاسو به هغه ملې ګټي چي د هر رښتني افغان لپاره ارزښتمني دي ، په پام کي وساتۍ . په هغوبې مانا او بې بنسټه دريځونو کي ښکيل نه شئ چي ، يوشمير پاڼي اود هغوئ اړوند په اصطلاح ليکوالانو پکښې بې ګټي  ځانونه ت� �ګړنګونو واچول  . ، په هيواد کي د مېشتواولسونوتر منځ دښمنۍ ته لمن وهل او د نفاق اور لګول تر هر نوم او هر سر� �يک لاندي چي وي افغان دښمنه او ناولئ تلاښ بولم ، چي ښايې يوشميربه د ځانګړو موخو پر بنسټ نفاق او تربګنۍ ته لمن وهي او يوشمير به د ناپوهۍ په جال کي را نغښتۍ وي ، خوزماپه انددافغانستان هر اوسېدونکۍ افغان دۍ او  ددې باورب� �پړ پلي کول   په هيواد کي د  ملي يوالي يوازنۍ لارګڼم ،  چي له نيکه مرغه ستاسو په پاڼه کي  په پر له پسې توګه همدا ملي دريځ څرګند ساتل شوئ او پالل شوېدئ   . اوپه راتلونکو هڅوکي هم دا ډول چارو ته پوره پام په کار دي .    د پاڼي منځپانګه بايد همداسي بډايه وساتل شي او د لا زياتي ودي لپاره يې هاند او هڅي وشي . پر له پسې تازه خبرونه ، خبر تياوي ، څيړنيزي ليکني ، تحليلونه او په پاڼه کي دنورو ګټورو مطالبو شتون د ستايني وړ دئ . په پاڼه کي د ليکنو معيار او چت ساتل اړين دي   او د لا ودي لپاره يې هره ګړۍ پام په کار دئ ، دابه د پاڼي ښکلا او ګرانښت اوپر پاڼه باور لا زيات کړي  ، خو دې ټکي ته هم پام په کار دۍ چي که پر ليکنود ګړ دودونو ( لهجه ) اغيز ښکاره وي ، تاسو  د يوشمير کسانو په څير په تير وتنه ګام اوچت نه کړئ ، چي ګويا پر دې ليکني د پښتو ژبي هغه او يا دغه  ګړدود اغيزه کړي ، بس نو دا ليکنه معياري نه ده .  د هر ګړدود وينوکو ته خپل ګړدود سوچه دئ، دا ځکه چي ګړدود د هغه اولس مال دۍ چي پرې خبري کوي ، هيڅ يو کس بايد ځان ته دا حق ورنه کړي چي دا يا هغه ګړ دود سپک او يا و� �ته په ټيټه وګوري ، دا په خپله د نفاق او تربګنۍ لوري ته په پوهېدلي او يا ناپوهېدلي توګه د پښتون اولس ټيل وهل دي ، چي تاسو ترې ډه ډه وکړئ .پاڼه نوښت هم غواړي ،او تاسي وار په وار نوي برخي او په زړه پوري څانګي ور زياتي کړيدي ، چي ستاسو دا هڅي د درنښت وړ دي . خو زه د دې ليک له لاري تاسو ته د وړانديز په توګه د څو ټکو يادونه کوم چي : که شونې وي په پاڼه کي يوه  د سپورت او بله د کمپيتري پوهنيزو لوبو کړکۍ هم پرانيزۍ ، چي ستاسو د پاڼي � �وستونکي او مينه وال به نور هم زيات شي او په اړوندو برخو کي به د هېوادوالو لپاره د ارزښتمن چوپړ جوګه شي . د دې تر څنګ مي دا خبره هم پر زړه ده چي ، که شونې وي د فاتحو ، غونډو او نمانځنوخبرتيا وي په يوه بيله کړکۍ کي سره يوځای کړئ ،  اعلانونه او اعلانونو ته ورته خبرتياوي  که تر بل سر ليک لاندي خپريدو ته چمتو شي ښه به وي، د دې تر څنګ دا هم د يادولو وړ ګڼم چي د فاتحو اعلانونه د خپل وخت په رسېدو سره بايد د پاڼي له مخي ليري شي . نو� �نوتاسو ته د لابرياليتوب هيله څرګندوم . ستاسو د پاڼي يو لوستونکئرسول باوريهلند ", وياړ وچي د بينوابرېښنا پاڼي د دوه کلن ګټور کار برئ نمانځو 3396,معصوم هوتک," ګرانو بېنواوالو له بدوسترګوپه امان سئ ستاسي دوه کلن فرهنګي فعاليت چي ديوه ټاکلي پروګرام له مخي موسرته رسولی دئ ، له ځينونيمګړتياوو سره سره دستايني وړدئ . نيمګړتيا له عمل سره تل ملګرې وي . ستاسي ارمان ، ستاسي تلاښ اوستاسي ګرانو بېنواوالو له بدوست� �ګوپه امان سئ ستاسي دوه کلن فرهنګي فعاليت چي ديوه ټاکلي پروګرام له مخي موسرته رسولی دئ ، له ځينونيمګړتياوو سره سره دستايني وړدئ . نيمګړتيا له عمل سره تل ملګرې وي . ستاسي ارمان ، ستاسي تلاښ اوستاسي هيوادپالنه وه� �افغان ته څرګنده ده . خدای دي پرښو کارونونورهم توفيق درکړي . افغاني ټولني ته دبې اتفاقۍ وړ(ميکروب) ډېرژر نفوذ کولای سي . هڅه وکړئ چي ددغه وړمخه په تدبير، دوربينۍ او هوښيارتياسره ونيسئ . ستاسي دپاڼي ژبه يوڅه پاملرنه غواړي . ګرامري ، اواملايي تېروتني پکښې کله کله ليدل کېږي خوهغه بايدداسي تلقي نه سي چي خدای مه کړه ستاسي نو� �ګټورفعاليت ترسيوري لاندي راولي . زه اوس په دې موقعيت کي نه يم چي ستاسي په پاڼه کي کارول سوې پښتو نقدکړم . داکاربه بل وخت ته پرېږدم . سمدلاسه مي د(کابل کي ، کندهار کي ، لندن کي ) عبارتونه ترسترګوسم نه ښکاري . که ( په کابل کي ، په کندهار کي ، په لندن کي) وليکل سي ، دپښتوژبي له اصولوسره به سمه ليکنه وي . زه نه پوهېږم چي دغه بدعت ولي دومره عام سوی دئ . زه تاسي ته دپاڼي ددوهمي کاليزي له امله مبارکي وايم اودنور ګټور فعاليت له پاره دحوصلې موندلو اوپرستونزوباندي دبري دوعا کوم . پاک خدای موښه وساته . م . هوتک ",زه تاسي ته دپاڼي ددوهمي کاليزي له امله مبارکي وايم 3397,," دغزنى ښارپه ٣ کيلومترىد حيدرخيلوسيمه کې نن مازديګرهغه مهال ٣ تنو تنکيو ځوانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د لوبو په ميدان کې يې د هاوان مرمى وچاوديده . د غزنى دپوليسو مشر تفسير خان د پېښې پخلۍ کوي او وايى ٢ تنه نور په دغه پېښه کې ټپيان شوي دي. ",غزنى کې ٣ تنه تنکى ځوانان دهاوان قربانى شول 3398,," د غزى والى شيرعلم خبرى ناسته کې نن ددغه و� �ايت د اندړ ولسوالۍ کې د ٤ تنو طالب جنګياليو د نيولو ياد وکړ او زياته يې کړه په نيول شوو کسانوکې د طالب ډلې يو سيمه ايز قوماندان ملاعثمان هم شته . ",غزنى کې ٤ تنه طالب جنګيالي چارواکو نيولى 3399,," ", 3400,,"    دولسمشرۍ ماڼۍ نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دولت داساسي قانون په رڼا کې دخبري رسنیو په خپلواکۍ لا هم ولاړ دی او پدې اړه چې دم لي امنیت له لوري یوه داسې په پاڼه یا سند خپور شوی چې په خبري رسنیو یو لړ سانسور شته چې څه باید وکړي او څه باید ونه کړي کلکه ردوي او وایي دولت هیڅ نه دي خپاره کړي. خو خبرپاڼه له کورنیو او بهرنیو خبري سرچینو غوښتنه لري چې دتروریستانو خبرونه دې په ډیره گرمه لهجه دخلکو غوږونو ته نه رسوي دخبرپاڼې دکاږنې نه چې خبري � �سنۍ دې دتروریستانو کارونه عادي وښایي. کوم سند چې دملي امنیت ریاست له لوري ځینو خبریالانو ته په لاس و� �غلی پکې راغلي چې ددولت دمخالفینو دکارونونه مهم خبر نه جوړوي دولت دې خلکو ته کمزوری نه ورپیژني او دولتي امنیتي سرتیري دې ناتوانه دخبري رسنیو له خولې نه اعلانیږي له پوځي ځایونو دې تصویر او عکس نه اخیستل کیږي. که دا سند رښتونی وي نو دخبري رسنیو په وړاندې ددولت اوښتی دريځ ښايي چې دولت دبیان ازادۍ ته په درنښت ندی قایل. بل لورته ددولت د مخالفینو له لوري هم خبري رسنیو ته گواښ ان دمرگ تر پولې هم � �ته.     ",دولت دخبري رسنیو لپاره دنوي قانون خپریدا نه مني. 3401,," کندهار کې د ائيتلافى ځواکونو وياند ميجر اينس بينوا سره منلې چې د کندهار په شمال ختيځ کې د يوې چاودنې له امله يو رومانيايى عسکر مړ او ٤ تنه نور ټپيان شوي دي .دغه چاودنه نن سهار په ٤ نيمو بجود کندهار په لس کيومترى کې د ښار او هوايى ډګر تر مينځ لاره کې رامينځ ته شوې . د چاودنې نور زيات لا نه دي خپاره شوي. ",کندهار کې يو بهرنۍ عسکر مړ او ٤ ټپيان شوي 3402,," تيره شپه د فيض اباد شار کې د بدخشان د والى په کور د لاسى بم بريد شوي دي . امنيتى چارواکو د بريد پخلۍ کړى او وايى د غه بريد مرګ او ژوبله نه لري . چارواکو په دې اړوند پلټنې پيل کړي او وايى تر اسه يې څوک نه دي نيولى . ",د بدخشان والى په کور بمى بريد شوي دي . 3403,," د کندهار ،هرات د لويې لار په اوږدو د کاروان ګاه سيمه کې پرون له غرمې ورسته د يو وسله و ال غلچکى بريد په ترځ کې د سړک جوړولو ترکى کمپنۍ يو ترکى چ� �ونکى او ٣ تنه افغان ساتونکى وژل شوي دي . د فراه ولايت امنيتى چارواکو د بريد پخلى کړى او څرګندوى چې د هېواد ددښمنانو په دغه غلچکې بريد کې ٥ تنه ساتونکى ټپيان او ٢ موټر هم سوي دي . په سيمه کې د پلټنې عمليات پيل شوي او تراوسه ددغه بريد مسئوليت چا نه دى منلۍ . ",غلچکى بريد کې ١ ترکى او ٣ افغان ساتونکي وژل شوي 3404,," هلمند کې دولتى چارواکو ويلى چې تيره نيمه شپه يې ددغه ولايت په بغران ولسوالۍ کې ٥ تنه وسله وال طالب جنګيالى وژلي دي . د هلمند د پوليسو مشر ملاخيل بينوا سره ددغه خبر پخلۍ وکړ او زياته يې کړه ددولتى او ائيتلافى ځواکونو په بريد کې ٨ تنه نور جنګيالي ټپيان شوي دي . ده وويل وړاندې له دې چې وسله وال جنګيالى د ملى اردو او ائيتلافى ځواکونو په مرکز بريد وکړي، له مينځه لاړل .ده په دغه ولايت کې د( غرنى يرغل يا ضربى ) عمليات ډير بريالى وبلل او وايى دښمن ته د سر او مال زيات زيان اوښتۍ . دم� �اخيل څرګندونې په داسې مهال کې کيږي چې طالب جنګيالى په سنګين ولسوالۍ کې د ولسى جرګې د غړى ميردادمحمد دمرکز د نيولو ادعا کوي او وايى تيره شپه يې د يو وسله وال بريد په ترځ کې ٧ تنه دولتى عسکر په لشکرګاه کې وژلي دي . م� �اخيل دطالبانو دا ادعا نه منى . ",بغران کې ٥ وسله وال طالبان وژل شوي . 3405,,"   امریکایي ځواکونو دهیواد شمال ته دبلخ په ولایت کې څو ورځې وړاندې دمحاذ اسلامي گوند چې مشري سید احمد گیلاني کوي دشمال استازی اختر محمد ابراهیم خیل پدې تور چې دمخدر توکو په قاچاق لاس لري نیولی وه نن یې خوشې کړی. نوموړي ویلي چې امریکایانو ترې دمخدره توکو دقاچاق کولو دتور اړونده پوښتنه ترې کولې. ",اختر محمد ابراهیم خیل خوشې شو. 3406,,"   ددفاع وزارت خپره شوې خبرپاڼه کاږي چې ٨ مخالفین دملي اردو سرتیرو دزابل په شاجوی او دکنړ په کوړنگل کې نیولي چې پوښتنې او گرویږنې ترې روانې دي. ",دفاع وزارت وايي ٨ مخالفین یې نیولي. 3407,," تيره شپه د ميدان وردګو ولايت په يوه امنيتى پوسته د سپکو او درندوسلو وسله وال بريد شوي دي . ميدان ښار کې امنيتى چارواکو د بريد پخلۍ کوي ، م ګر د مرګ او ژوبلې خبره نه مني . د طالبانو يو وياند منلې چې ٢ تنه طالبان په دغه بريد کې وژل شوي دي .بريد تيره � �په د ميدان ښار په دوارهى کې رامينځ ته شوې دى . دواړو لوروسپکې او درندې وسلې کارولې دي . ",يوه امنيتى پوسته ميدان وردګوکې تربريد لاندې راغلې 3408,,"   دغزني ولایت داندړو په ولسوالۍ کې ددغه ولایت امنیتي ځواکونو ملا عثمان غني چې دولایت دچارواکو په وینا په ناامنیو کې یې لاس درلود نیولی پوښتنې ترې � �وانې دي. ",په غزني کې ملا عثمان غني نیول شوی. 3409,," ډاكټر محمدحنيف چي ځان د طالبانو وياند معرفي كوي ادعا كړې چي د ده په وينا تېره شپه يې مجاهدينو د خوست ولايت په سپېرې ولسوالي كي د ملي پوځيانو پر مركز بريد كړى چي تر سختي جګړې وروسته يې لس تنه دولتي عسكر وژلي، او د يوه طالب د مرګ او دوو د زخمي كېدو خبر وركوي، دى زياتوي چي د پكتيكا ولايت د لواړې په سيمه كي يې هم پلويانو د ملي پوځ پر موټر بريد كړى، چي له امله يې موټر له منځه تللى او پكښي سپاره عسكر ټول وژل سوي دي، او وايي چي په يوه بله ورته پېښه كي چي د ميدان وردګو د دوراهي په سيمه كي رامنځته سوې، بيا هم د ملي پوځيانو پر مركز بريد سوى چي اته تنه پوځيان يې وژلي او دوه طالبان هم د جګړې په ترڅ كي له منځه تللي دي. خو دولتي چارواكو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. ",طالبان د څو بېلا بېلو عملياتو ادعا كوي 3410,,"   نن دجوزا دمیاشتې دیرشمه چې دجون دم یاشتې له شلمې نیټې سره برابره ده دکډوالو لپاره دلمانځنې ورځ ده تیره ورځ دملگرو ملتونو دکډوالو دادارې ویاند نادر فرهاد وویل چې لا هم گڼ شمیر افغان کډوال په گاونډیو او نورو هیوادونو کې دکډوالۍ شپې او ورځې تیروي. دا پداسې حال کې ده چې دهیواد له سویل نه دناامنیو دشتون له کبله گڼ شمیر افغانانو بیا کډوالۍ ته مخه کړې . ",نن دکډوالو نړیواله ورځ ولمانځل شوه. 3411,,"   دائتلافي ځواکونو له لوري په خپرې � �وې خبرپاڼه کې راغلي چې په غره دیرغل عملیاتو دلړۍ په ترڅ کې یې تیره ورځ دهلمند په موسی کلا دامام رابات په سیمه کې ٥ طالبان چې ددوی په وینا یو هم له وژل شویو څخه کوم طالب مشر دی وژلي. دخبرپاڼې په وینا م� �کي وگړو ته پکې مرگ ژوبله نده اوښتې لا تراوسه طالبانو ددې پیښې په اړه څه ندي ویلي.    ",دهلمند په موسی کلا کې ٥ طالبان وژل شوي. 3412,,"   نن له ماسپښین وروسته دافغانستان دم دني ټولنې په نوښت دکابل په غازي لوبغاړي کې دیو لړ چارواکو په گډون دسولې ورځ چې په دریو جلا پروگرامونو سره � �ومړی په لوبو، دوهم لیکوالو شاعرانو او هنر پنځونکو ته چې دسولې لپاره یې هنري او ادبي کارونه کړي وي دډالیو ورکول او دریم دسندرغاړو له لوري کنسرټ سره دغه ورځ دهیواد په تاریخ کې په لومړي ځل سره ولمانځل شوه. دسولې دکمیسیون اودمشرانو جرگې مشر حضرت صبغت الله مجددي غونډې ته دداسې ورځې لمانځل خورا ارزښتناک وبلل او مخالفین یې سولې ته راوبلل. په پای کې ملي اتڼ وشوه او غونډه دکنسرټ په ورکولو سره پای ته و� �سیده.  ",په کابل کې نن دسولې ورځ ولمانځل شوه. 3413,,"   نن دسولې دورځې دلمانځلو په غونډه کې دافغانستان دمدني ټولنې له لورې دهیواد وتلي، پیاوړیو لیکوالو او شاعرانو هر یو پیرمحمد کاروان او عبدالله خدمتگار بختاني د نغدو پیسو ترڅنگ، ستاینلیکونه هم دسولې په لار کې ددواړو لیکوالو او شاعرانو دښو لیکنو او شعرونو په ویاړ تر لاسه کړل. چې په خپل وار سره دواړو نوماندو لیکوالو او شاعرانو له مدني ټولنې مننه وکړه. ",دپښتو ژبې دوو تکړه لیکوالو دسولې ډالۍ ترلاسه کړې. 3414,,"   دسولې دکمیسیون او دمشرانو ج� �گې مشر حضرت صبغت الله مجددي نن په هغه غونډه کې چې دطالبانو دیوه قومندان محمد ابراهیم ، له دولت سره دیوځای کیدو له امله جوړه شوې وه دتل په څیر یو وار بیا دپاکستان په استخباراتي شبکې ISI سختې نیوکې وکړې او دغه شبکه یې دافغانستان په کورنیو چارو کې په بې شرمه لاسوهنې تورنه کړه. مجددي دا هم وویل چې کله کوم طالب غواړي له دولت سره یوځای شي نو دغه استخباراتي شبکه یې وژني مجددي وویل طالبان هسې نوم دی او روانه جگړه ټوله دپاکستان همدغه استخباراتي شبکه پرمخ وړي. نوموړي دغه راز داسلام له نظره ځانمرگي بریدونه حرام وبلل ځکه په وینا یې ځان وژل په اسلام کې ناروا دي. محمد ابراهیم دطالبانو پخوانی قومندان چې له دولت سره یوځای شوی وایي په خپله خوښه پرته له ویرې او زوره له دولت سره یوځای شوی. ",مجددي یو وار بیا پر پاکستان سختې نیوکې وکړې. 3415,," عراق كي د دوو امريكايي پوځيانو مړي وم وندل سوه، دا پوځيان تېره اونۍ په بغداد كي ورك سوي وه، چي اوس يې القاعده شبكې د وژني مسئوليت منلى دى، له هغه � �اهيسي چي په عراق كي د القاعده غورځنګ مشر ابومصعب الزرقاوي د امريكايانو له خوا وژل سوى، په ښارونو كي نا امني نوره هم ډېره سوې ده، او د زرقاوي پلويانو ګواښ كړى چي د خپل مشر بدل به اخلي. ",د وركو سويو امريكايانو مړي پيدا سوه 3416,داکتر حسن ،لندن,"   راغلې  مې  زړګي ته  دلربا  دزندګي  ده   راوه  ړې  ئې په سترګو کې معنادزندګي  ده                    غوټۍ غوټۍ مسکا ئې غوړیده په شونډو راغله          نن بیا چې سندریزه مې فضا  دزندګي  ده                      ازل مې له بدن نه اوسپنیز قفس جوړ کړی   قیدي پکې بې جرمه مې اروا دزندګي  ده                      طوفان دفریادونو خو مې زړه په سر اخیستی   دا شور خو مې په خوله ګوره چوپتیا دزندګي  ده                      څپې ئې دزلفا نو دوږمو پر مخ � �ګیږي            دا بیاچې ګلورینه  تمنا دزندګي  ده                      دوام ددې ژوندون لکه بړ بوکه تل ځغستل دي  نغښتلې په قرار کې انتها دزندګي  ده                      په هیلو قدم اخلي د مقتل په خوا ئې بیائي   ثا بته په حسن  باندې ګنا  دزندګي  ده                      ",ګنادزندګي 3417,"عزیزالله ""ح بیبی"""," عزیزالله ""حبیبی"" د ۲۰۰۶ کال د جون د میاشتي په ۱۸ نیټه کله چي مي د هري ورځي په شان پښتو او دري خبري ویب پاڼي د وروستنیو حالاتو نه د خبرید� �و لپاره کتلې نو د بېنوا ویب پاڼي د نوي موضوعګانو په برخه کي د  یو مطلب سره مخامخ سوم د [پر افغان اسلامی � �ژانس د طالبانو ځانمرګی برید] تر سرلیک لاندي چي د ښاغلي ګلزاده حقپال لیکنه وه . نو نه پوهیږم په کوم د� �یل مي په ډیر شوق او علاقه سره پر دغه مطلب باندي کلیک [ زور ] کړ او هغه مي تر پایه په دقیقه توګه ولوست خو تر وروستي ټکي پوري په دې پوه نه شوم چي چیرته د افغان اسلامي آژانس پر خبریال  او یا دفتر باندي ځانمرګی برید سوی . لمړی مي داسي فکر وکړ چي شاید ما  د دغه مقالې په لوستلو کي بیړه کړې وي او د هغه کومه برخه را نه پاتي � �وې وي نو بیرته مي د سره ولوستله. کله چی می مقاله د دوهم ځل لپاره پای ته ورسول نو پوه شوم چی په دی لیکنه کی د ښاغلی حقپال هدف د ځانمرګی برید نه د طالبانو د ویاند ښاغلی داکتر حنیف هغه تلفونی مرکه ده چی په هغه کی ئی د افغان اسلامی آژانس نه ګیله کړی وه.دا چی افغان اسلامی آژانس د داکتر حنیف د دی خصوصی ګیلی نه ولی خبر جوړ کړ او نشر ئی کړ خپله دوی به  ښه پوهیږی. اما دا چی ولی نور کسانو په ډیره بیړی  وغوښتل په دی شخړه کی ځان ور ښکیل کړی، ما ته حیرانونکی وه ځکه چی دا لمړی ځل نه دی چی یوی خبری رسنی نه دی ګیله شوی وی او یا هم ګواښل شوی وی د دی نه مخکی هم  په لسهاوو خبریالان ګواښل سوی ، وهل ټکول سوی او لاسونه او سرونه ئی مات شوی ، بی له کوم د� �یل نه په میاشتو میاشتو بندیخانو ته اچول شوی دی او حتی وژل شوی خو ما هیځکله د ښاغلیو نه وانه وریده چی ولی داسی وشوه، او څه باید وشی  ترځو بیا داسی ناخوښه  پیښو ځخه میخ نیوی وسی ، او هیځکله می د دوی لخوا کوم ه لیکنه د دغه ‌ډول پیښو د غندلو په هکله نسوه تر سترګو.  او په دی ډیر وزوریدلم چی  په دغه موضوع کی بعضی معلوم الحاله کسانو بی له دی نه چی د رسنیو د استقلال او د بیان د آزادی د ملاتړ[ چی دوی د هغه نه د دفاع ادعا کوی ] هدف وی ، خاص د خپل شخصی او معینو ګټو په موخه  په ډیر شوق او سرعت سره په اصطلاح کمپاین شروع سو  او په لوړه کچه د دغه موقع نه استفاده وسوه او د د زړه بړاس یی وه ایست او هم ئی خپل باداران خوشحاله کړی چی [ مشر کاکا موږ دلته حاضراو آماده یو ستاسی په چوپړ کی او هر کله چی ستاسو حریفان سر راپورته کړی نو موږ ستاسی وفاداره پیروان د هغوی د سر کوټلو ته چپه او راسته حاضر یو] .دغه ښاغلی او یا ښاغلي چی اوس داسی په تودو اح ساساتو باندی  د افغان اسلامی آژانس په ملاتړعکس العمل ښیی او د ټلفون د لاری یوه ګیلی او یا اختار باندی په دومره شوق او زوق سره لیکنه کوی هغه وخت چیری وه چی سید احمد قانع ، کندهار میشت لیکوال او خبریال بی له کوم دلیل او تور نه د ۲۳ ورځو لپاره د کفارو  سره بندی وو، دغه ښاغلی هغه وخت چیری وه چی ځوان شاعر  طاهر صافی  د ننګرهار د والی لخوا ووهل سو او د شعر ویلو ته پری نښودل سو، دغه ښاغلی هغه وخت چیرته وه چی د جمهور رئیس د مرسیتال د ساتونکو له خوا د آئینه تلویزیون خبریالان ووهل سوه  او حتی د یوه لاس ئی هم ور مات کړ ، دغه ښاغلی هغه وخت چیرته وه چی د طلوع تلویزیون تصویر اخیستونکی د پارلمان د یوه غړی لخوا بی له کوم  دلیل نه ووهل سو، دغه ښاغلی هغه وخت چیرته وه چی د الجزیری تلویزیون افغان تصویر اخیستونکی عبدالناصر د کندهار د امنیه قومندانی سره د پول لیسانو د له خوا مرګونی وهل وخوړل ، دغه ښاغلی هغه وخت چرته و چی د راډیو آزادی دوه تنه خبریالان د خادستانو د خوا د ۱۰ ورځو لپاره بی له کوم تور نه بندیان سول ، دغه ښاغلی هغه وخت چرته وه چی چی د الجزیره تلویزیون خبریالان  چی په هغه د دغه تلویزیون ځوان او تکړه خبریال ولی الله شاهین هم کی شامل وو د امریکایی عسکرو لخوا د ځو ساعتونو لپاره د کابل د ژمی  په ‌ډیره سړه هواکی د تر  شدیدی واوری لاندی ود� �ول سول او ټول د خبریالی وسایل ئی تری نه مصادره سول او تر نن ورځی پوری بیرته ورنکړل سول   او  دغه ښاغلی  ولی د جبل السراج  دصلح راډیو خبریال عبدلقدوس چی د امریکا د لاسپوځی حکومتی چارواکو لخوا بې له کوم تور نه د ۴ میاشتو را په دیخوا په بندی خانه کی شپی ورځی سبا کوی ولی چپه خوله ناست دی.آیا دغه کسان خب� �یالان نه وه  او که د خبری رسنیو سره ئی اړیکی نه درلودی، او یا هم  یوازی د ډاکترصاحب حنیف ګیله د افغان اسلامی آژانس نه غیر منطقی ده  او د دی وړ ده چی د نقد باندی وسی او د هغه پر ضد د لیکنو د لاری مبارزه وسی.  خیر: دا  یو اساسی او منل سوی موضوع ده چی هر ځوک حق لری چی نظر ورکړی او د بل چا نظر د اخلاقی اصو� �و په چوکاټ کی تر نقد لاندی وه نیسی، ځکه چی دا په ټولنه کی د فکر او بیان د رشد  او پرمختګ لپاره ‌ډیر ګټور دی. مګر د یوی پدیدی ځیړل د بغض ، عناد او شخصی ګټو پر بنسټ په یو اړخیز ډول زما په نظر سم نه بریښي او سړی ته دا انګیرنه ور پیدا کوی چی دغه ډول نقد او ځیړنه د اصلاح و سموالی په موخه نه نده بلکه د شخصی عقدو او سیاسی مخا� �فت زیږنده ده او د دی پر ځای چی په ټولنه کی اصلاح او سموالی راولی لا نور ئی هم د اختلاف او کرکی وه لور ته بی� �یی . او لکه ځنګه چی ټول پوهیږی په افغانستان کی دومره کرکه ، بدبینی ، عقده ، اختلاف او تعصب شته چی شاید د هغه د مینځه وړلو لپاره و ځو نسلونو ته اړتیا وی.  که افغانان تر ابده پوری غواړی په همدغه اوسنی بد او غمجن  ح الت کی ژوندانه ته ادامه ورکړی او هریو ئی یوازی او یوازی د خپل جیب ، کورنی او قوم او قبیلی په کوچنی محدوده کی فکر وکړی او په اصطلاح د شپږی نو باجه خانه کښیږدی نو فکر نه کوم چی د دی وطن د جوړیدولو کوم امید به وی. البته یاده دی وی چی که په زړه سوی سره د افغان اسلامی آژانس او طالبانو د ویاند تر مینځ دغه وروستی � �خړی سره برخورد وسی نو  زما نظر دا دی چی هیځوک دا حق نلری چی یوی خبری رسنی تا دا و وښی چی دوی دی په ځه ډول خبرونو خپاره کړی او د کومی منبع ځرنګه نقل قول وکړی. که یوه موضوع خبری ارزش ولری او رسنی ته دا ثابته شی چی د دغه پیښي دقیق معلومات ئی لاس ته راوړی دی نو فکر نه کوم چی دغه رسنی دی د هغه د خپرولو نه اوږه خالی کړی   او بله دا چی زه غواړم وه ډاکتر صاحب حنیف ته وه وایم چی نه یوازی د افغانستان په سطح بلکی په ټوله نړی کی  � �سنی او د هغه کار کونکی دومره هم په دی یویشتمی پیړی کی   آزادی  نه دی چی ستاسو غوښتنی په کامله توګه اجرا کړای سی. تاسو به خبر یاست چی د الجزیری تلویزیون په قصدی توګه پر افغانستان باندی د امریکایی یرغلګرو د بمباری پر محال د یوی اف شپاړس بم غورځونکی  الوتکی لخوا په بم وویشتل شوه ، د دغه تلویزیون د هغه محال خبریال تیسیر علونی چی د امریکایی قواو د بمباریو په وخت کی د افغانستان نه بی پری او دقیق ګزارشونه نړی والو ته ورکول ، بی له کوم دلیل نه د هسپانیه په بندی خانه کی شپی ورځی سبا کوی همدارنګه د همدغه تلویزیون یو فلم اخیستونکی سامی الحاج هم بی له کوم جرم او ګناه نه د ګوانتانامو په قفسونو کی د هر ‌ډول انسانی حقوقو نه بی ب� �خی سوی دی. باید ټول هغه کسان چی د افغانستان په سیاست او روانو چارو کی دخیل دی ، دی مسئلی ته پام وکړی چی  په افغانستان کی د خبریالی دنده د نړی د هر بل مملکت نه ستونزمنه او د  خطر نه ډکه ده. که تاسی د نژدی نه د یوه خبریال کاری  ژوندانه ته ځیر شی نو درته معلومه شی چی په افغانستان کی د یوه ګزارش او یا خبر جوړول د نو� �و ملکونو په پرتله ځومره د خنډونو او کړاونو نه یو ‌ډک کار دی. ",""" د دې نه مخکي هم په لسهاوو خبریالان ګواښل شوي """ 3418,سلېمان احمدزى/كندهار," سلېمان احمدزى/كندهار داسې ګنګوسې دي چې د ملي امنيت (استخباراتو) رياست له دولت څخه غوښتي چې پر خبري � �سنيو يو لړ بنديزونه ولګوې، لامل يې دا بولې چې خبري رسنۍ ګواكې دولت  ولس ته كمزورى و� �پېژنې . د افغانستان د اساسي قانون له مخې مطبوعات آزاد دي هيڅ راز بنديز نشته ورباندې، خو چې د چا د م� �هب، ملي ارزښتونو او شخصيت سپكاوى نه وې پكې شوى . كه څه هم په كابل كې د ځينو ورځپاڼو او مجلو له خوا له دې آره څو ځلې په ډېره سپين سترګۍ سرغړونې شوي دي چې ښكاره بېلګه يې د محقق علي نصب هغه ليكنه ده چې تېر كال يې دوسيه تر محكمې او د نوموړي تر بندي كېدو او اعدام پورې ورسېده، او د صبا مجلې له خوا د اعليحضرت لوى احمدشاه بابا دسپکاوي ډګ كارټون خپرول دې .  د پښتو ژبې، د پښتنو د دود او كلتور سپكاوى خو بيخې رواج ګرځېدلى دى، چې له بده مرغه نه د اطلاعات او كلتور وزارت او نه هم بلې مسئولې ادارې له دغو كسانو پوښتنه كړې او په دې بانه يې سترګې ورباندې پټې كړي دي چې د بيان آزادي ده او د بشرې حقونو له مخې هرڅوك د خپل نظر د څرګندولو حق لرې. په داسې حال كې چې دا په ښكاره د اساسي قانون څخه سرغړونه ده . آزاد مطبوعات د يو ديموكراتيك نظام د جوړېدو له داسې بنسټيزو آرونو ځنې دي، لكه چې آزادې ټاكنې او � �زاد ګوندونه دي . نه پوهېږم چې د ملي امنيت مسئولينو ته څنګه دا فكر ور ولاړ شوى، چې د دولت د كمزورۍ پړه پر آزادو رسنيو تپي. دوى د دې پر ځاى چې د خپلو نيمګړتياوو پړه ومني، او اصلاح كولو ته يې بډي را ونغاړي، برعكس خپل لاسونه پر ژورناليستانو پاكوي .  د ملي امنيت م سئولينو به دا كار هله كولاى چې د پېښو په اړه د رسنيو راپورنه دروغ واى، او كه چيرې كوم خبر دروغ هم شي دوى داح ق نه لري چې پر مطبوعاتو محدوديتونه وضع كړي، بلكې له هغې خپرونې سره چې ناسم خبر يې و� �كړى وي حساب كولاى شي . بله خبره دا ده چې كه دولت بنديزونه ولګوي نو يوازې به يې پر افغاني خپ� �ونو ولګولاى شي، د افغاني خبريالانو او ليكوالو خولې به وتړي، له هيواده دباندي چې كومې نړيوالي خپرونې دي له هغوى سره څه چل كوي؟   ",""" رسنۍ ګواكې دولت ولس ته كمزورى ورپېژنې""" 3419,ډاکټر عبدالباري - جرمني,"   لاندي مضمون په ٨/ جون/ ٢٠٠٦ نيټه  د جرمني د "" دي څايټ "" ( وخت ) د  اونيزي په ٢٤ ګڼه کي خپور سوی دئ په بېنوا ويبپاڼه کي يې د ژباړي نېټه ۲۰ جون  ( ۳۰ غبرګولی ۱۳۸۵ )  د زرو دامونو هيواد  په افغانستان کي د غرب پر ضد احساسات مخ پر ډيريدو دي ، ځکه سياست خپل چانسونه د لاسه ورکوي    ",د زرو دامونو هيواد ( د ډاکټر عبدالباري ژباړه ) 3420,," نن ماښام د پولې هغه خوا د تورخم سيمه کې د تيلو په يو ټانر کې د اورلګيدنې له امله ٩ باروړونکى موټر د اور لمبو کې وسوځيدل . په دغو لاريو کې ډول ډول خوراکى توکي بار وو. د اور د لګيدو لامل لا نه دى څرګند.پاکستانى چارواکو منلې چې له دې امله ډير زيان رسيدلى دى. ",٩باروړونکى موټر تورخم کې وسوځيدل 3421,," فلسطيني چارواکو خبر وکړ چې د اس� �ائيلو د هوايى بريد له امله د غزې په تړانګه کې ٢ پنځه کلن ماشومان او يوه ١٦ کلنه نجلۍ په حق ورسيدل . د اسرائي� �و فوځ هم ددغه بريد پخلۍ کړى دى . په دغه بريد کې يوشمير نور ټپيان شوى دي .د بريد موخه يو موټر ګرځيدلى چې ټوټې يې په هوا کې له لري واټن څخه هم تر سترګو شوې . ",د هوايي بريدله امله فلسطيني ماشومان وژل شوي 3422,," د کابل امنيه قوماندانى چارواکو ويلى چې د کابل له اړوند سيمو څخه يې ٢٤ توغندى او يوه اندازه نيشه يي مشروبات تر لاسه کړي او يو تن شکمن کس يې هم نيولى دى . دوى په سيمه کې د خپلو هڅو پردوام ټينګار کړى دى . دا هڅې په داسې مهال کې ګړندى شوي ،چې د کابل ښار په زړه کې دروانې اونۍ په ترځ کې د سرزرويو دکان لوټ شو، او په يوه بله پېښه کې يو افغان ملى تجار دوسله والو غلو تر بريد لاندې � �اغۍ . ",پوليسو ٢٤ توغندي کابل کې پيدا کړي 3423,,"   دائتلافي ځواکونو خپره شوې خبرپاڼه کاږي چې تیره ورځ دپکتیکا دکشموند په ولسوالۍ کې دپاڼې په کاږنه دمخالفینو له برید ورسته په ځوابیه برید کې ددې ولسوا� �ۍ پولیسو دخبرپاڼې په خبره ٦ افراطیان یې وژلي او ١٥ نور یې ټپیان کړي. دپولیسو یوه افسر هم په سینه کې ټپ خوړلی. خبرپاڼه نه وایي چې دا مخالفین طالبان وه او که نه خو دافراطیانو خبره کوي. ",په پکتیکا کې پولیسو ٦ مخالفین وژلي 3424,," د ۲۰۵ اتل قول اردو كومندان جنرال رحمت الله روفي خبريالانو ته وويل چي تې� �ه شپه د هلمند په موسى كلا ولسوالي كي د ملي اردو او طالبانو ترمنځ درنه جګړه سوې، چي له امله يې ۲۰ طالب جنګيالي مړه او د ملي پوځ يو سرتېرى زخمى دى. ",دولت وايي تېره شپه يې ۲۰ طالبان وژلي 3425,,"   دسولې دورځې دلمانځلو په موخه تیره ورځ چې دجوزا دمیاشتې له دیرشمې نیټې سره برابره وه  دافغانستان دمدني ټولنې له لورې دهیواد وتلي، پیاوړیو � �یکوالو او شاعرانو هر یو پیرمحمد کاروان او عبدالله خدمتگار بختاني ته د نغدو پیسو ترڅنگ،   دپښتو ژبې تکړه لیکوا� �و دسولې جایزې واخیستې. ښاغلی کاروان له باز محمد عابد سره له جایزې اخیستو وروسته.  ښاغلی عبدالله خدمتگار بختانی له باز محمد عابد سره له جایزې اخیستو وروسته.   دسولې دورځې دلمانځلو په موخه تیره ورځ چې دجوزا دمیاشتې له دیرشمې نیټې سره برابره وه  دافغانستان دمدني ټولنې له لورې دهیواد وتلي، پیاوړیو لیکوالو او شاعرانو هر یو پیرمحمد کاروان او عبدالله خدمتگار بختاني ته د نغدو پیسو ترڅنگ، ستاینلیکونه هم دسولې په لار کې ددواړو لیکوالو او شاعرانو دښو لیکنو او شعرونو په ویاړ ورکړل شول. دسولې دغه ورځ دهیواد په تاریخ کې په لومړي ځل ولمانځل شوه چې دمشرانو جرگې او دسولې دکمیسیون مشر حضرت صبغت الله مجددي، دپارلمان غړو، دمدني ټولنو استازو او گڼ شمیر دکابل ښاریانو پدغه غونډه کې چې په غازي لوبغاړي کې ترسره شوه برخه لرله. دغونډې په ترڅ کې  هغو لیکوالو، شاعرانو او فلم جوړونکو ته چې دسولې لپاره یې اثر او یا غوره لیکنه او پنځونه لرله جایزې هم ورکړل شوې. دپښتو ژبې لپاره دهیواد دوو وتلو او غښتلو لیکوالو او شاعرانو پیر محمد کاروان او استاد عبدالله خدمتگار بختاني ته دسولې پر موخه ددوی دښو لیکنو او شعرونو تر ټاکنو وروسته دواړو ښاغلو ته  ٧٥٠ ډالره نغدې پیسې او دغه راز ستاینلیکونه دمشرانو جرگې دمشر مجددي په لاس ورکړل شول. وتلي لیکوال او شاعر پیرمحمد کاروان بینوا ته وویل چې دغه � �ول لمانځنې لیکوال او شاعران لا ډېرو لیکنو او شعرونو ته هڅوي چې ټولې مدني ټولنې دې دا ډول غونډې په راتلونکې کې هم په لا غوره بڼه پام کې وساتي. ښاغلي کاروان بینوا ته دغه راز وویل چې دمدني ټولنې له لوري دده کتاب"" چنار خبرې کوي"" دازموینې لپاره غوښتل شوی وه چې بیا دمدني ټولنې لخوا دسولې په لار کې دښو شعرونو په لرلو سره دجایزې وړ وبلل شو. داستاد عبدالله خدمتگار بختاني کتاب ""سوله او اسلام د اسلام په رڼا کې"" هم دښو لیکنو په کتار کې راغی. دمدني ټولنې مشر راز محمد دلیلي دډالیو دویش پر مهال وویل چې هیواد نور سولې ته اړ دی دټوپک پر ځای دې قلم نور وخوځول شي. لیکوال اوشاعر باز محمد عابد بېنوا ته وویل چې دغه ډول غونډې لیکوالو او شاعرانو لپاره خورا گټورې دي. ښاغلی کاروان یو وار مخکې هم په گردیز کې دلیکوالو او شاعرانو له لوري په یوه غونډه کې لمانځل شوی وه.    ",پيرمحمدکاروان او عبدالله بختاني دسولي له جايزو سره 3426,," افغان فوځى چارواکو د زابل ولايت په سيورى و� �سوالۍ کې د ٤ تنو طالب جنګياليو د وژلو پخلۍ کوي او وايى ٢ تنه نور ټپيان شوي دي . د چارواکو په وينا جګړه هغه م هال پرون په دغه ولسوالۍ کې پيل شوه چې وسله والو طالب جنګياليو په دغه ولسوالۍ بريد وکړ . چارواکو منلې چې جګړې څلور ساعته دوام وکړ. همداشان د اتل قول اردو مشر جنرال روفى وايى چې ځواکونو يې تيره ورځ د کندهار د ارغنداب و� �سوالۍکې ٣ تنه طالب جنګيالى نيولى . له بل لوري طالب جنګياليو د زابل ولايت د خاک افغان ولسوالۍ کې د ٧ تنو دو� �تى او ايئتلافى عسکرو د وژلو خبره کوي چې د دوى په وينا د يوبريد په ترځ کې يې وژلى دي . زابل کې دولتى چارواکى دا ادعا ناسمه بولي . ",سيورى ولسوالۍ کې ٤ طالب جنګيالى وژل شوي 3427,," دهغه قومي وسله والې نښتې په ترځ کې چې پرون د خوست ولايت سپېره ولسوالۍ کې ټوله ورځ روانه وه ٣ تنو ولسى وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړئ او ٢ تنه نور ټپيان شوي دي. د ورځې په وروستيو کې جګړه چوپه شوې او په سيمه کې ددولتى چارواکو په منځګړيتوب د يوې اونۍ له پاره دواړه لوري په ډزبندى سلا شوي دي . خوست کې د پوليسو مشر د نښتې پخلۍ کړى او وايى سيمې ته د پوليسو او استخباراتو يو شمير ځواکونه استول شوي .جګړه د ځمکى او ځنکل په سر د يوې دعواله امله راپېښه شوې ده . ",د قو مي نښتې ترځ کې ٣ تنه خوست کې مړه شوي 3428,," د عراق د پخوانى مشر صدام حسين د لوړپوړومدافع وکيلانو له ډلې څخه يو جګپوړى مدافع وکيل خميس العبيدى نن سهار د ناپيږانده کسانو له خوا په پلازمينه بغدادکې په ډزو وژل شوى او جسد يې د صدر ښار په يوه څنډه کې پيدا شو ي دي . له دې نه وړاندې د صدام نور ٣ تنه وکي� �ان هم وژل شوي دي .د يوې سرچينې له مخې نوموړى نن سهار د له خپل کور څخه نامالومو کسانو چې د پوليسو جامې يې په ځانو کې وې ايستل شوي دي. ",د صدام يو مدافع وکيل بغداد کې وژل شوي 3429,," نن سهار ٨ بجې د کندهار په شاولى کوټ ولسوالۍ کې د يو ماين د چاودنې له امله ٤ تنه کانادايى عسکر ټپيان شوي دي . په دغه پېښه کې د عسکروفوځى ګاډى هم له مينځه ت� �لى دي . په کندهار کې د ائيتلافى ځواکونو وياند ميجر انيس له بينوا سره د چاودنې او ټپيانو پخلۍ وکړ. ",په کندهار کې ٤ کاناډايي عسکر ټپيان شوي 3430,," نن له غرمې وروسته په دريو بجو و� �سمشر حامد کرزى او ملګرى پلاوى يې له چين څخه کابل ته راورسېدل ، ټاکل شوې ده چې سبا د قزاقستان او چين هېوادونو ته د ولسمشر حامد کرزي د اوه ورځني سفر په اړه خبريالانو ته مالومات  هم ورکړل شي . ",ولس مشر کرزى او ملګرى پلاوى يې کابل ته راورسېدل. 3431,," د چارشنبې په ورځ د افغان دولت د کانو او صنايعو له وزارت سره نړيوال بانک د دېرش ميليونه امريکايي ډالرو مرسته وکړه ددغه وزارت وزير انجينير ابراهيم عادل خبري رسنيو ته وويل چې په دغه بلاعوضه مرسته به په راتلونکو پنځو کلونو کې ددغه وزارت اداره په پرمختللې توګه و رغول شي ،دغه راز به د کانونو د اېستلو او په دې برخه کې د خصوصي سکتور د هڅونې لپاره هم د پام وړ کار وشي . ",نړيوال بانک د ېرش ميليونه امريکايي ډالره مرسته وکړه . 3432,پروفيسر عبدالخالق رشيد," پربينوا پاڼۍ باندې دخپرونو دويم كال هم دسترګو په رپ كې پوره شو ، په دغه يوه كال كې هم دغې پاڼۍ خپله خپرنۍ لاره اوتګلاره په خورا پرتم سره ووهله ، ديوه كال په ترڅ كې يې پرلوستونكواومينه والو باندې نورهم ورزيات شول . . . . . ترستورو آخوا څه نورهم شته . . . پربينوا پاڼۍ باندې دخپرونو دويم كال هم دسترګو په رپ كې پوره شو ، په دغه يوه كال كې هم دغې پاڼۍ خپله خپرنۍ لاره اوتګلاره په خورا پرتم سره ووهله ، ديوه كال  په ترڅ كې يې پرلوستونكواومينه والو باندې نورهم ورزيات شول ، يويونيم كال مخكې په دغه ښاركې چې همدا اوس زه كې اوسيږم څوك په دې نه ووخبر چې دانترنيت پرمخ باندې داسې يوه پاڼه هم شته چې ګردسره به پښتوده  اودهغې له لارې پښتانه كولاى شي ، دخپلې ژبې ، خپل فرهنګ ، خپل هيواد په اړه له ورځنيومعلوماتونيولې بياترادبې فرهنګي مساي� �وپورې داټول څه ولولي . خواوس چې هره ورځ دتليفون غوږۍ پورته كوم. هرڅوك چې  خبرې كوي، نوبيايې بينوا په خوله دى اودهغه له مخې دافغانستان دحالاتوكيسه راسره كوي ، اودايې هم درګرده په خوله كې وي ، چې په بينوا كې مى ولوستل ... ، په بينواكې هم راغلي... اوبينوا هم داخبراوداكيسه خپره كړې ده... دا خويوه خبره ده، په رښتياهم دتيركال په ترڅ كې د بينوا دنړيوال جال پاڼې په ت� �څ كې زموږ په ډيرونويوڅيزونو باندې تنده ماته شوه. په دغه پاڼه كې ترهرڅه دمخه دبيان ازادي ددې لامل وه ، چې ه� �چا په خلاصو مټودخپل هيواد ، دخپلوخلكو دستونزې په اړه خبرې اوليكنې وكړې ، ددغې پاڼې له لارې هرچا وكولاى شول ، چې دخپل زړه غږ پورته كړي ، داچې گټه به وكړي ، اوكه نه ،دايې په خلكواولوستونكوپورې اړه لرې ،خومهمه داده چې دغې ويب پاڼې ديوه ملي خپرني ارګان په توګه خپله دنده اوخپل تاريخي مسووليت دخپلوخلكواولوستونكو په وړاندې په � �ښتينولۍ سره ترسره كړې دى زه فكركوم چې په اوسنيوحالاتو كې دنظرخاوندانوپه وړاندې څه وړه خبره نه وي .همداده چې كه له رښتياوو سترګې پټې نه كړو، په دغه تيريوه كال كې دغې پاڼۍ ژوندى افغانستان دنړۍ په مخ كې كيښود اوهغه څه چې دافغانستان په اړه دچا اړتيا وه، ددغې پاڼۍ له لارې يې ترلاسه كړل . زمادپښتوژبې يوخارجي زده كوونكى ماته وايې چې تراوسه چې ماته په ليكنه اومعلوماتوكې كومه ستونزه پيداشوې نومې بينوا ته مخه كړې ،هغه مى � �وستې ، هلته مې هغه څه چې زما په كارووخامخا موندلې دي. زه باورلرم چې دغه خارجي نه زما له پاره داخبره كوي اونه هم له بينوا يارانو سره كومه خطي رابطه لري . بلكه يوازې هغه څه تل راته يادوي چې دى يې له دغې پاڼې څخه زده كوي اوخپله ستونزه له دې لارې ،ددغې پاڼۍ په ملتياترسره كوي . بله خبره چې په تيركال كې دبينواپاڼې په اړه زماهلته اودلته ت� �سترګوشوه، هغه دكره كتنوخبره وه، داترټولو مهمه اولويه خبره وه ، زه په اند داسمه ده، چې موږ بايد ددغې اونو� �و پښتوپاڼودپياوړتيا په برخه كې خپله رغنده  دنده درغنده انتقاد له لارې ترسره كړو، خويوه ټكي موبايد پام وي اوهغه داچې موږ بايد خپل  انتقاد دپاڼې دشونتياوو په پام كې نيولوسره په خپل علمې اوعملې معقوليت سره دپاڼې ترچارواكوپورې ورسوو،  څوك به وي چې رغنده انتقادته غاړه كي نه ږدي اويايې ونه مني ، خوكه انتقاد سالم نه وي اويوازې دفشن په بڼه يې يوڅوك كوي ، دانوزه فكركوم چې انتقاد نه ، بلكې يوډول علمي نيمګړتياده چې يوشميرغواړي زموږ په مشهوره خبر خپل ټټودخان له اس سره هرچاته برابروښي. په داسې حال كې چې ناسم انتقاد  په خپله كوږ بار ترم زله پورې په غلطه رسول دي  . چې نه رسيږي ،خلك په دغه راز پوهيږي اوپه دغه اړه خپل قضاوت كوي ، زما مشوره دغو يارانو ته چې زموږ داوړه هيله له نهيلۍ سره مخامخ كوي ، داده ، چې دوى بايد خپل لوى عيب (ناداني )  د ولي منځ اودنوروواړه څيزونه دكلي منځ نه كړي. په هرډول سالم انتقاد اودهغه په پام كې نيول يوه  بله برياوه چې بينوا سږ په خپل ارزښتناك كاركې درلوده او موږ يې ددغې خپروني په لويوبرياوو كې شميرلاى شو. زه په ځانګړې توګه ددغې خپرونې هغه هلې ځلي چې دوى يې دپښتوژبي دمينه والو په وړاندې ت� �سره كوي ، دستاينې وړبولم اوپه هراړخيزه توګه يې لوړې ارزم .  هيله من يم ، چې په نوي كال كې به هم په خپلو كړنوكې يولړوړانديزونه په پام كې ونيسئ لكه : _ دتاريخي مطالبو زيات خپرول . _ دماشومانو له پاره ځانګړې برخه اوپه پاڼۍ كې دهغو له پاره دبوختيا يوه كړكۍ . _ حبيبې پوهنه، ديوه برخې په توګه ، چې هلته بايد دعلامه حبيبي اودهغه داندوژوند په اړه په بيلابيلوژبومقالې خپرې كړې شي. - سږكال په افغانستان كې د مشروطيت سل كلنې پوره شوه ، كه چيرې په دغه اړه دليكوالو اودنظرخاوندانوله پاره ديوه پ� �اخ بحث لاره چاره دبينوا پاڼې له خوا برابره شي ،په دغه كارسره به موله يوې خوا دغه روڼ اندى غورځنګ نمانځلى وي اوله بلې خوا به مو دهغو تلپاتې افغانوروڼ اندو ارواوې خوشاله كړى وي ، هغوى چې په دغه لاره كې  يې مادې اومعنوي قربانۍ زموږ له پاره وزغملې لكه ارواښادمولوي عبدالرووف كندهارى (رح) اونور...  مشروطيت دافغانستان دمعاصرتاريخ يوه مهمه برخه ده ، كه چيرې دغه بحث رامنځ ته شي په پاى كي به يې دبينوا په علمى زيرمى كې ډيرنوي څه ولرو. - يوازې هغه ليكنې چې له نورو ژبوڅخه يې يوشميردوستان چې پښتويې مورنۍ ژبه ده خودزده كړې تجربه په كې نه لري راژباړي، هغه بايد كره كړې شي، دا كار هم دپاڼې له پاره په خيردى اوهم دهغه چا له پاره چې ژباړه كوي . موږ ډيرښه مسلكي دوستان لرو، هغوى په باندينوژبو باندې ښه برلاسي دي خوپه پوره اوښكلې پښتوليكنې نه شي كولاى په دوى كې  يوشمير د پښتوپه اړه داسې سوچې  چې ګواكي اصلي پښتو هغه ده چې دده په كور، كورنۍ اوقام پورې اړه لري دوى په دې اړه فكرنه كوي ،چې پښتو اوس  په پوهنتونواوښوونځيوكې په معيارسره زده كيږي . د دوى له پاره اړينه داده چې پښتوليكنه هم لكه هغه باندنۍ ژبه داسي زده كړي اوپه معياري توګه يې وليكي  ځكه پښتوژبه اوس لكه دنړۍ نورې ژبوغوندې په معيارسره زده كيږي ، ليكل كيږي اولوستل كيږي اومعياري � �يكنۍ بڼه لري . نورزه تردى زيات څه دويلوله پاره اوس نه لرم ، په دې چې بينوايانوله كندهاره درنه لاره پر هغه خواپيل كړې چې هغه دستورو پر لورده ،دوى بايد په دې پوه وي لكه چې داردو ژبې يو نوميالي شاعر وايي : ستارو سې اګې كهچ اوربهي هى . . . ( ترستورو آ خوا څه نورهم شته . . .)  دګران هادي حيدري ، اوګران عبدالله احسان نه ستړې كيدونكې هڅې اواحسانونه په درناوي سره ستايم . په اندوژوند موبركت اوپښتومومل . په درناوى خالق � �شيد ادمنتون - كاناډا   ۲۰۰۶ د جون ۲۱مه نېټه ", رشيد- اود بينوا سفريوبل وياړلى كال 3433,هدايت الله هدايت - استراليا," د ښاغلي حقمل ، حميد وردک اوستاسو نورو مس� �کي همکارانو وطنپاله هلي ځلي هم وستايلي سي چې د خپل ژورناليستي پوهي په رڼا کې ددې پاڼي د لوړ کچي خبرونو په تهيه کولو او خپرولو سره و پاڼي ته لويه جاذبه ورکړېده  ګران او محترم و� �ور عبد الله احسان صاحب، محترم خالد هادي حيدري صاحب، دبېنوا ودرنې ټولني ته  دبېنوا پاڼي و  ټولو ښاغ� �و او خواخوږو نوښتګرو چلونکو ته د سلام او درناوی په وړاندي کولو سره د بېنوا د ويب پاڼي د نيکمرغه دوهمي کليزي په مناسبت تاسو ته دزړه  د کومي  مبارکي وايم .   درنو وړونو او محترمو ځوانانو !   دوه کاله کيږي چې د نړيوال انټرنيټ   په ساحه کې د پښتو ژبي  دغه اوسنۍ ژورناليستي روان  بهير  د بېنوا  پاڼه را ښکاره او  په خپلي ځانګړی او م غزني ونډي سره د هغو  تلاښو او ځغاستو نتيجه سوه  چې تاسو ځوانانو  ددغي نامي پاڼي د لاري  افغاني  مشالونه بل او راتلونکي ته مو رهي کړه . د بېنوا پاڼه  مو  په افغاني ټولنه کې د افغاني  فرهنګ ،کلتور،  تاريخي، سياسي او ټولنيزو څېړنو او خپرونو د خپرېدو په هنداره واړو� �ه  او په دې ډول  مو په خپلو هڅو سره  ليري او نيژدو افغانانو ته دبېنوا دپاڼي خپر نيزه رسالت ورساوه او ځان مو دهېواد دښېرازې دپاره د متعهده افغانانو په توګه تثبيت کړ .   تيردوه کلونه  د بېنوا پاڼي دپاره  د ډېرو ښکاره ستونزو سره سره  ستاسو د همت و زحمت  د برکته ډېر ارزښتمن اوبنيادي هستمن کلونه وه  .  دبېنوا پاڼه ددې دوو کلو په موده کې چې طبعاً   ډېر لنډ وخت دی  او د هغه محدودو امکاناتوپه درلودلو سره چې ټولو په سترګو ليدل تاسو په بيلا بيلو خپريزه برخو کې د م سؤليت په لوړ احساس سره هغه مو د تکامل پر لوري  رهي کړه او   ورته مو  يو پوخ  تاداو کښېښود .په دغه ژورناليستي او فرهنګي  ملي وياړلې عرصه کې ستاسود خدمتونو لړۍ  تاسو ته دډېرو روشنفکري کړيو شاباسی ت� � لاسه کړی دی .  دبېنوا پاڼه اوس داده  دورايه   په ټوله نړۍ کې   د ټولو افغاني ويب پاڼو په کتار کې د ډېرو لوستونکو او ليدونکوپياوړې  پاڼه  ده  او د خپل دروند مقام په لرلوسره يې په حقه په افغاني پاڼو کې خپل وياړلی او د لومړيتوب  ځاي  ساتلی دی   .   ستاسو د يوه قلمي همکار او خواخوږي دوست په حيث  ستاسو د دغه نه ستړي کېدونکي هڅو ، هلو ځلو او لاسته راوړونو   قدر دانی کوم او تاسو ته دﻻ زياتو بريو غوښتونکی  يم . پوره باور لرم چې ستاسو دغه وطني ځغاستي او مطبوعاتي او فرهنګي خدمتونه به پر دې قدردان ولس  باندي هيڅکله ورکي نسي او هغه به هېري  نکړي . زه، ستاسو د ټولو دوستانو سره يوځای،  تاسو ته د هر راز ستايني او کورودانۍ ويل، هغه  ستاسو   برحقه او پر ځای  حق  ګڼم  .   د بېنوا پاڼه  خو په لومړي سر کښې  يوه  خبري پاڼه  نه  بلکه  يوه تح� �يلي، ادبي، کلتوري او فرهنګي پاڼه  وه . خو له نېکه مرغه را وروسته د ورځني تودو خبرو د ستون  په پرانيستلو سره  وورځنۍ پېښي،  سياسي تحليلونه او تبصرې هم پکښې ځای او قلمي همکاران ورته را جلب سوه . ددې دووکالو په جريان کې د بېنوا پاڼي د ورځني تودو خبرو برخه  چې   اوس يې  ان د يوې  باوري خبري  آژانس بڼه غوره کړې ده وداسي يوې مرحلې ته را و� �سېدله چې اوس دادی نوري پاڼي  د ورځي مهم او تاوده خبرونه  دبېنوا دپاڼي په حواله را نقلوي . دا لويه لاسته راوړنه   پخپله ستاسو ځوانانو د زيات  زيار، عالي ملي احساس او ښې سازماندهۍ ښکارندويه ده . په دې هکله پر ځاې ده د ښاغلي حقمل ، حميد وردک اوستاسو   نورو مسلکي همکارانو  وطنپاله هلي ځلي هم وستايلي سي چې د خپل ژورناليستي پوهي په رڼا کې ددې پاڼي د لوړ کچي  خبرونو په تهيه کولو او خپرولو سره   و پاڼي ته لويه جاذبه ورکړېده  . دنوموړو  ستاينه او کور ودانی هم  دهغوی   حق و حلال حق بولم چې بايد هغوی  ته ورسيږي .   ددې سره سره چې ځيني به ښايې خوښ نه وي دبېنوا  داسي يوه پاڼه دي  د سياسي خبرو او مقالو په خپرولو سره د هېواد و سياسي بهير ته راکښېوزي . خو زما په اند دا يو ډېر پرځای او مسؤلانه کار وو او دی . دا ځکه چې په خاص ډول ددې دېرشو څلوېښتو کلو راهيسي  د نړۍ  اوسيمي د هيوادونو او ولسونو د سياسي راتلونکي  لوری  زموږ   د ګران هيواد افغانستان څخه را شروع سوی او ددې هېواد د پېښو څخه يې الهام اخيستی دی .  په واقعيت کې  دا به زموږ د هيواد په   څانګړي او ارزښتناکه  جغرافيايې موقعيت کې نغښتی  وی   چې که څه هم موږ ته يې سمه ورځ نه ده را پرې ايښې خوزموږ او د نړۍ  د ولسونو او دولتونو په ساختار  کې  يې ډېري بېخکي سياسي زلزلې او ټکانونه  راپيداکړي دي . طبعاً په داسي يو حالت  کې نسي کېداي چې هيڅ يوه افغاني پاڼه دي دداشاني سياسي پيښو پر  انعکاس او تأثيراتو باندي چې زموږ د هېواد نه منشأ اخلي، تله تېره کړي  او يا داچې په دې يا هغه برخه کې   دي د هغوی د انعکاساتو څخه  ځان ګوښه  وساتي . البته په دغه عرصه کې به اوس ضرورت دا وي چې د خپرونو د ﻻښه تنظيم او مؤثريت دپاره د بېنوا درنه پاڼه د لا زياتو قلمي همکارانو او ليکوالانودهم کارۍ ساحه پراخه او د هغوی همکاري را جلب کړي .  په دې هکله  دا اړتيا به ښايې اوس تر هر وخت زياته وي چې که تاسو ښاغلي د بېنوا د پاڼي ځوان چلوونکي زموږ د مشرانو، زموږ د منلو پوهانو، استادانو، اديبانو، مؤرخينو، محقي� �ينو او زموږ د ټولني د مخکښو ملي او وطنپاله د نظر  خاوندانو سره پراخي اړيکي ټينګي  او په منظم ډول  پر ملي ، وطني، تاريخي، کلتوري او نړيوالو چارو باندي  د هغوی  ليکني خپرې او فکرونه او تجربو  ته يې انعکاس  ور کړی . دغه کار به يقيناً دبېنوا وت� �ې ناپيېلې  پاڼه  د محتوا � �ه لحاظه ﻻ نوره هم  ډېره غني کړ ي ، ظاهري ښکلا   که يې  په لومړي  کاتو د زړونو ښکار وکړي نو   کله چې  محتوي  يې لا نوره هم  مغزنه سوله   په مغزو کې به هم خپل کار کوي . چې خبري مې اوږدې نسي . تاسو ښاغلو دوستانو او ځوانانو ته ستاسو په دغه  شريفانه او  ملي هڅو کې چې ستاسو د فعاليت لوم ړني پړاوونه   په بري سره پر مخ بيايې، تاسو ته په ټولو عرصو کې  د لا زياتو برياليتوبونو غوښتنه کوم  . يو ځل بيا  د بېنوا  پاڼي د دوهمي کليزي په مناسبت تاسو ته م بارکي وايم او د دې بختور جشن لمانځنه دي و تاسو او ټولو ته نېکمرغه او مبارکه  وي .  د بېنوا پاڼي دﻻ ځلېدو او بډايني په لاره کې دي لوی خدای  ستاسو ملاتړﺉ اوسي او  ستاسو او بېنوايانو  لوړ انساني، ملي او افغاني   مشالونه دي  تل روښانه  او بل لري   .  پرکار او هڅو مو برکت سه !   په در ناوي هدايت الله   هدايت استراليا د ۲۰۰۶ ميلادي کال د جون  ۲۲ مه",دبېنوايانو د ملي ارمانو ډېوه دي تل بله وي ! 3434,," د سه شنبې په ورځ کنړ کې په دوو جلاو پېښو کې د ائيتلافى ځواکونو ٢ تنه عسکر ټپيان شوي او ٣ تنه افغان دولتى پوليس د ائيتلافى ځواکونو په ډزو کې وژل � �وي دي. کابل کې د ائيتلافى ځواکونو وياند تامارا لاورنس منلې چې د ائيتلافى ځواکونو ٢ تنه عسکر هغه مهال ټپيان شول چې موټر يې د کنړ ولايت د ناړې ولسوالۍ د پشنګر په کلى کې په ماين والوت . دغه وياند منلې چې ٣ تنه دولتى پو� �يس د پيچ ولسوالۍ کې دشک له مخې د ايئتلافى ځواکونو په ډزو سره ووژل شول نوموړى منلې چې پوليس په غيرفوځى جامو کې وو . ",کنړکې٥ تنه کورنى او بهرني فوځيان مړه او ټپيان شوي 3435,," کندهارښار کې تيره شپه ٨ بجې ځانمرګۍ بريد شوي دي.ددغه ځانمرګى بريد موخه د ائيتلافى ځواکونو کاروان وو، چې له لارې څخه د تيريدو په حال کې وو. په کندهار کې د ولايت وياندداود احمدى بينوا ته د بريد پخلۍ وکړ او زياته يې کړه بريد تيره شپه د کندهار ښار د ٧ ناحيې د ميرويس مېني د سرپوزې سيمه کې را مينځ ته شوى چې له امله يې په خپله ځانمرګۍ او يو بل ولسى وګړى وژل شوي د٢ کانادايى عسکرو او يو دولتى پوليس په ګډون ٦ تنه ولسى وګړى ټپيان شوي دي. کندهار کې د ائيتلافى ځواکونو وياند ميجر مالکوم انيس بينوا سره ومنله چې په بريد کې ٢ تنه کانادايى عسکر ټپيان شوي . د طالب جنګياليو يو وياند قاري يوسف ويلى چې دغه بريد طالبانو ترسره کړى چې له امله يې د ده په وينا ٨ تنه بهرنى عسکر وژل شوي او ٢ م وټر ويجاړ شوي دي.داود احمدى وويل دپېښې په اړوند پلټنې پيل شوي او دا لا نه ده څرګنده چې ځانمرګى څوک دى ؟بريد په يو موټر کې ترسره شوي دي. ",دځانمرګي بريد له امله ٢ تنه مړه او ٩ تنه ټپيان شوي 3436,," د پاکستان ولسمشر جنرال پروېز مشرف تېره ورځ له العربيه ټلوېزيون سره د خپلې مرکې پرمهال د سيمې او افغانستان په اړه د خبريال يو شمېر پوښتنې ځواب کړې ،م� �رف وويل چې له چا مې ډار نشته که  الظواري ، طالب او هر څوک وي چې وژني مې زه يې هم وژنم ،نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان کې د بې امنيو د پېښو زياتوالى د پاکستان پر حکومت ور اچول کېږي په دې اړه ستاسو ځواب څه دى ؟ښاغلي مشرف وويل چې په دې برخه کې څه ناڅه ستونزې شته چې پاکستان بايد پرې ملامت شي خو ده د افغانستان ټولې نا امنۍ په پاکستان پورې تړلې ونه بللې بلکي ګڼ شمېر نور هېوادونه يې هم دنامه له نه اخېستلو پرته په دغه نا امنيو کې د لاس لرلو په تور ور ګډ کړل ،او دا يې د افغان دولت دنده وبلله چې بايد ويې پېژني . ",پروېز مشرف له العربيه ټلوېزيون سره په مرکه کې 3437,,"   دالقاعده شبکې دوهم مشر ایمن الظواهري په یوې تصویري ټیپ کې ویلي چې دکابل دتیرو لاریونونو په تړوا دې دکابل خلک لا نور هم دام� �یکایي ځواکونو مخالفت وکړي الظواهري ویلي چې دکابل خلکو په خپلو سترگو دامریکايي ځواکونو جرم ولیده چې دت� �افیکي پیښې په پلمه یې په لسگونه تنه ووژل. خو افغان سیاست پوهان بیا دالظواهري دا خبرې دنوموړي له لوري تش مطبوعاتي جنگ بولي او وایي چې افغانستان دا مهال خپله خپلواکه اراده لري دالقاعدې دا ډول تبلیغات دکتونکو په وینا دخلکو کرکه ددولت په وړاندې ونه پاروي. ",الظواهري: کابلیان دې نور هم دامریکایانو مخالفت وکړي. 3438,," د طالبانو وياند ډاكټر محمدحنيف وايي چي ځواكونو يې تېره ورځ د نورستان ولايت د كامدېش ولسوالۍ په بازګل كلي كي پر ايتلافي ځواكونو چي د ده په وينا له چورلكي � �اكښته سوي وه او په طالبانو پسي ګرځېدل حمله كړې او درنه مرګ ژوبله يې ور اړولې ده، نوموړى د دوو طالبانو د وژل كېدو خبر هم وركوي. او وايي په يوه بله ورته پېښه كي يې د كنړ ولايت په كړنګل سيمه كي د امريكايي پوځيانو پر كا� �وان بريد كړى او د لسو په شاوخوا كي امريكايان يې وژلي دي، خو د دوى دا ادعا تر اوسه نه ايتلافي ځواكونو او نه هم افغان دولت منلې ده. ",طالبان وايي امريكايان يې وژلي دي 3439,," د پنجشنبې په ورځ افغان و� �سمشر حامد کرزي د يوې خبري ناستې پر مهال لومړى خبريالانو ته د چين د سفر د لاسته راوړنو په اړه مالومات ورکړل ،کرزي وويل چې د چين سفر ګټور سفر وو ، اود افغانستان په ګټه مو يوولس بېلابېل تړونونه هم لاسليک کړل ،بل پلو يې د ملي امنيت له خوا د هغه خپرې شوې اعلاميې څخه هم خپل ملاتړ وښود کوم چې درې ورځې وړاندې د ملي امنيت له خوا خپره او د افغانستان مطبوعاتو ته يو لړ وړانديزونه پکې شوي وو ،کرزي وويل چې د مطبوعاتو دازادۍ کلک پلوی يم خو داسې ازادۍ ته به اجازه ور نه کړم چې د هېواد ملي ګټې زيانمنې کړي .ده وويل مطبوعات به ازاد وي د اساسي قانون ،د م طبوعاتو د قانون او د هېواد د ملي ګټو د ساتلو په پام کې نيولو سره ،بل خوا  يې په هېواد کې د وروستيو نا امنيو په اړه وويل چې ستونزه نه يواځې د بهرنيو لاس وهونکو هېوادونو ده بلکي په کور د ننه هم ستونزې پېښوونکي شته چې بايد مخه يې ونيول شي . ", ولسمشر حامد کرزي د ملي امنيت د اعلاميې ملاتړ وکړ. 3440,," ", 3441,اسدالله لونګ - جرمني," دافغانستانيانو په ملاتړ او په المان او انګليستان کي د افغان سفارتونو په مالي لګښت جوړ و  چي نه يې د پوهاند جاويد د زوکړي او نه يې هم د وفات له نېټو سره سمون درلود ، او نه خو هم يو تحقيقي علمي سيمينار ته پاته کېده  ځکه د تحقيق په انډول تحقير پکښي پوره برلاسی و  بې خبري که وېره؟  د افغان سفارت د پاملرنې وړ + افغانستانيان اسدالله لونګ  - جرم ني دا هغه څه دي چي د يوه سيمينار په نامه يوه يوه ضيافت کي په پوره وضاحت ترسترګو کېدل . د جون دمياشتي پر څلورمه نېټه د ماځيګر پر څلورو بجو د المان د اتحادي جمهوريت د فرانکفورټ ښار ته څېرمه د مينتال په سيمه کي د ارواښاد پوهاند ډاکټر عبدالاحمد جاويد په نوم يو پرتمين ضيافت د سيمينار تر نامه لاندي د ملي کنګرې په غوښتنه دافغانستانيانو په ملاتړ او په المان او انګليستان کي د افغان سفارتونو په مالي لګښت جوړ و  چي نه يې د پوهاند جاويد د زوکړي او نه يې هم د وفات له نېټو سره سم ون درلود ، او نه خو هم يو تحقيقي علمي سيمينار ته پاته کېده  ځکه د تحقيق په انډول تح قير پکښي پوره برلاسی و .  د پوهاند د علمي کارنامو د يادون پر ځای ساز او  اواز او ترانې پکښي پرېمانه وې  او د خوړو ترتيبات خو لا په اروپا کي تر کوزدو او ودونو درانه او اوچت نېول سوې وه . د ضيافت مشري  د بدخشان خودمختار مبتکر افغانستاني ښاغلي  بيژنپور کوله چي د ښاغلي لطيف پدرام راسته لاس جوړوي چي دافغان د نامه په اورېدو سره ښکر وباسي . ښاغلی پدرام د هيواد وې� �ني څرګنده نمونه ، دايراني او روسي پروژو تازه نفسه ځوان خدمتګار او د اوسني حاکميت او پنځه ويشت مليونه خلکو د رايو مخالف  دﺉ او په ډاګه وايي چي ښاغلی کرزی که د پنځه ويشت ملينونه خلکو له خوا وټاکل سي ماته بيا هم د منلو وړ نه دﺉ . په هر صورت د جوړ شوي ضيافت په هکله : ضيافت مېرمن زهره يوسفي چلاوه او له پخوا څخه په نښه سويو خلکو له امريکا څخه تر اروپا او افغانستان پوري پکښي ګډون درلود .  نابللو افغانانو پکي دګډون حق نه لاره  او د ضيافت د تالار دروازې په خورا جدي توګه د ساتونکو ( سيکيوريټي ) له خوا تر څارني لاندي وې خو په ضيافت کي زما ګ� �ون زما د يوه دوست دسرخيرات بولم چي ماته يې يو کارت په تور بازار کي ترلاسه کړﺉ و . ټول هغه څه چي ما ليدلي د ويلو نه دي خو سپکېدل يې د قومو د پټېدلو نه دي دلسګونو ويناوالو په منځ کي دښاغليو سلطان سالار عزيز پور ، احمدضيا رهين ، استاد تاجک ، پروفيسور عبدالرسول رهين ، فولاديان ، ناصرپور ، پلانی پور . . . پور  . . پور   او يوې د يوې مېرمني په شعر کي دومره پارسي زېبا  پارسي بې همتا پارسي قشنګ خوراسان کبير خراسان تاريخي خپل صفت او د نورو عيب واورېدل چي نژدې و زه هم تر سپګو ( پور ) سم ، او چيغه پرې وکړم چي ظالمانو څومره دکرکې ( پور ) ياست . په خاصه توګه دپروفيسور � �اکټر عبدالرسول رهين په مقاله چي  د ( سرنوشت کتابخانه شخصي دوکتور جاويد فقيد ) تر عنوان لاندي په خلاص لاس د هيواد پښتانه او په خاصه توګه هزاره قوم دومره وراټه او جانيان يې وبلل چي ګواکي دکابل دجګړو انسان وژني پوهنتون تړلو او د استاد دکتابتون چپاول  له يوه مخه ددوی و او ددوی تر څنګ يې دامر صاحب احمدشا مسعود نوم په دومره بې سارې دبدبه او برم اخسته چي هر ځل به ې د سالار شهيدا او سالار اسلام لقب ورکاوه ، بس دومره پاته سوه چي هيله وکړي د ضيافت په پرېکړه ليک کي دي امير صاحب ته د پيغمبرۍ � �قب ورکړه سي . ځکه داستاد څو کتابونه يې پنجشېر ته له ځان سره وړي وه . د پښتنو او هزاره ګانو دغه سپکاوي ته په المان کي د افغانستان لوی سفير ښاغلی ناصر ضيا او په لندن کي دافغان سفير لمړی مرستيال ښاغلی ډاکټر سيد اکبر  هم ناست وو او په پوره انداز يې فخر خرڅاوه چي ګواکي ضيافت خو ددوﺉ په جېب چليږي او اصلي وياړ خو يې له دوی سره خوندي دﺉ . دابه البته ترې هېر وه چي دوﺉ ددولت رسمي مامو� �ين دي او اصولآ دقانون له مخي حق نه لري په داسي ضيافتونو پيسې ولګوي او ګډون پکښي وکړي چي  هلته هر څوک په خلاصو لاسونو په هيواد کي د ميشتو قومونو سپکاوﺉ او بې عزتي کوي ، کنه ضرور به له ضيافت څخه وتلي وه او يا خو به يې دا ډول ويناکوونکو ته ويل چي ګرانه ضيافت زموږ له جېبه نه ، بلکي د ملت له جېبه جوړ سوی ، د ملت او قانون په وړاندي چټياټ مه وايه . د ښاغلي ډاکټر عبدالرسول رهين د وينا په اورېدو سره مي پرېکړه وکړه چي پټه خوله پاته کېدل ګنا بولم يو څه بايد د ضيافت له منځه وليکم او د خپلو غوښتنو تر څنګ يې د هيواد مشرتابه ته وړاندي کړم . خو لمړﺉ يوه لنډه يادونه د فقيد ډاکټر عبدالاحمد جاويد په اړه : پوهاند جاويد زما له اړخه دوه اړخيزه شخصيت لاره  ، لمړﺉ  علمي او ادبي شخصيت او د ارواښاد جاويد سياسي شخصيت او دريځ . له لومړۍ برخي سره پوره موافقت لرم ځکه په رښتيا هم استاد جاويد دپارسي ژبي يو نوميالی ليکوال څېړونکی اواستاد و چي پالل يې په هيڅ وجه يوازي  په پارسي ژبو پوري اړه نه لري  بلکي موږ يې هم په پا� �لو او ستايلو نه يوازي خوشالېږو بلکي ملاتړ يې هم کوو . مګر د پوهاند جاويد سياسي شخصيت په همېشنۍ توګه تر پوښتنو لاندي و ځکه د څ� �وېښتمو کلونو په اوږدو کي له ايران څخه هيواد ته په راستنېدو يې د افغانستان له نامه سره له هماغه شروع څخه نيم پټ او نيم ښکاره مخالفت پيل کړ  او دافغانستان پر ځای يې خراسان ډېر خوښېده  چي په هيواد کي دډېرو پخو روڼ اندو په فکر پورتنۍ نظريې د ايراني ستراتيژۍ يوه برخه جوړوله چي په هيخ قيمت د هيواد او هيوادوالو په خير نه وه . استاد جاويد نه يوازي د ژوندانه تر پايه دغي نظريې ته وفادار پاته شو ، بلکي په دې لاره کي يې پرېمانه شاګردان وروزله چي دملي کنګرې غړي او افغانستانيان يې ښه نمونه ده چي د هيواد ويشني او ايران پالني په سياست پوره سمبال او په اوسنيو هڅو کي يې د هيواد مځکنۍ بشپړتيا او دافغان ملت نوم تر سوال لاندي دﺉ  چي له بده مرغه ددوی په ابتکار ددا ډول غونډو په جوړولو کي ددوی ( افغانستانيانو ) برلاسی د خپل مشرتابه په خاصه توګه جلالتماب کرزي او ښاغلی رنګين دادفر سپنتا بې خبري وبولم که ناڅرګنده وېره ، اويا خو هم هغه د مور او ميرې چلند نوم و� �کړم . لږ په پام سره : کلونه وړاندي د مساپرۍ او کډوالۍ په دنيا کي له هيواد څخه ليري زموږ دوه سياسي علمي او فرهنګي سټي دڅو ورځو په فرق يو له بل پسي په انګليستان کي  له نړۍ سترګي پټې کړې  چي يو يې دافغانستان لوی سياسي شخصيت ا� �واښاد عزيز نعيم او بل هم ارواښاد عبدالاحمد جاويد و . د خداﺉ پاک په دربار کي دواړو يو شان کفنونه لرل خو د جلالتماب کرزي صاحب او ډاکټر عبدالله په دربارکي تفاوت وګورﺉ . د فقيد جاويدمړﺉ په پوره برم او دبدبه  په انګليستان کي دافغانستان د سفارت له لوري نمانځل کيږي  . ختمونه او خيراتونه پسي کيږ ي او تابوت يې په ګلونو پټ هيواد ته لېږدول کيږي چي له پيل تر پايه ټول مالي لګښت يې په انګليستان کي  دافغانستان لوﺉ سفارت  په غاړه اخلي ، خو  له بده مرغه دهیواد د ملي شخصيت ارواښاد عزيز نعيم جنازه د خداﺉ بخښلي د څو تنو دوستانو په منځ کي د هغه د بوډۍ مېرمني په ناتوانه اوږو هيواد ته استول کيږ ي. جلالتماب کرزﺉ  ستاسو په دربار کي دومره لو ﺉ تفاوت ستاسو کمزوري وګڼو ياستاسو بې خبري ؟ ا� �واښادعزيز نعيم خو به نه خلقي و او نه طالب يا ترهګر . کلونه وروسته د څو ورځو په فرق د هيواد د نامتو ليکوال څېړونکي او سياستپوه خداﺉ بخښلي کانديد اکاډيميسن محمد صديق روهي امانت جسد لس کاله وروسته له جرمني څخه د څو تنو فرهنګيانو د بچيو دډوډۍ په بيه وطن ته لېږدول کيږي او دارواښاد روهي د مېرمني په ضعيفه � �اسونو پخه سوې حلوا په ترکي ډوډۍ کي چاته رسيږي نه ، خو بيا همدلته په جرمني کي دافغانستان د سفارت په مالي لګښت دارواښاد جاويد په نامه پرتمين ضيافت جوړيږي په لسګونو زره يورو خرڅيږي ، له نورو هيوادونو  څخه راغليو مېلمنو ته په هوټلونو کي کوټې نيول کيږ ي او حتی د الوتکو دټکټونو بندوبست کيږي ، درنګينو خوراکونو او څښاکو به څه وليکم ؟ يو ځل بيا جلالتماب کرزﺉ اود بهرنيو چارو وزيز  ښاغلی رنګين دادفر سپنتا! اجازه راکوﺉ چي وپوښتم  !     بې خبره ياست  که وېرېږﺉ !؟ ايا په هغه ورځ چي دارواښاد روهي په ياد په جرمني کي غونډه وه ستاسو سفارت دلته تړلی و ؟ ښاغ� �ی ډاکټر رنګين سپنتا ! په المان کي د افغانستان لوی سفير ښاغلي ناصر ضيا دغه افغانۍ له جېبه خ� �څي کړي او که زموږ د ايرانۍ ورېنداري په سپارښتنه د ملت له جېبه څخه . ايا له ښاغلي نا صر ضيا او ښاغلي سيد اکبر زېوري څخه پوښتلاﺉ سی چي دوی د ملت سفيران دي او که د زړې شورا نظار او نوي کنګره ملي غړي ؟ دوﺉ دکوم حق له مخي ددا� �ول ضيافتونو خرڅ و رکوي او ګډون پکښي کوي ، چيري چي قومونه بې عزته کيږ ي، د اساسي قانون ضد څرګندوني کيږي او په لسګونه ځلي دافغان او افغانستان په نامه ملنډي وهل کيږي ، حساب راتلونکی او دتاريخ سينه ډېره پراخه ده . دارواښاد ډاکټر جاويد په ياد دغونډواو سيمينارونو د جوړولو نه يوازي مخالف نه يو ،  بلکي ملاتړ يې هم کوو . فقيد جاويد د يوه فرهنګي او اديب په توګه پر موږ ټولوحق لاره او � �ري يې ، مګر دارواښاد جاويد په نامه د افغانستانيانو په غوښتنه د ولس په پيسو د دا ډول غونډو د جوړېدو له ام� �ه  چي مشهور افغان دښمنه ، ايران پ� �وه  پيژندپور پکښي دهيواد او افغان ملت پر ضد خپله سياسي فانتازي ويشي ،نه يوازي پو� �ه مخالف يو ، بلکي ستاسو په وړاندي احتجاج هم کوم . جناب کرزی او ښاغلی سپنتا ! که ددا� �ول غونډو او ضيافتونو مخنيوی دغربي دموکراسۍ خلاف عمل بولی ، لږ تر لږه خپلو سفيرانو ته ويلای سی چي د ملت له جېبه خرڅ مه ورته کوﺉ . په پای کي د ضيافت د پرېکړه ليک د يوې مادې دغوښتني له مخي زه هم د يو افغان په توګه هيله کوم چي دپوهاند جاويد علمي شخصيت ته د درناوي په خاطر دي  يوه لېسه د جاويد په نوم ونومول سي . په رښتيا هم د شرم او خجالت ځای دﺉ چي دهيواد په شمال کي د سقاو د زوﺉ په نامه ( لېسه امير حبيب الله کلکاني ) لرو ، چي نه يوازي يې  ليک لوست نه و زده ، بلکي عملآ د علم ، ادب ، فرهنګ  او پرمختګ ضد يوه خيرنه څېره وه . مګر د پوهاند جاويد په نامه هيڅ نه لرو . که د(  ليسه حبيب الله کلکاني )  پر ځای ( لېسه پوهاند ډاکټر عبدالاحمد جاويد ) وليکل � �ي دا به د ټولو د پاره دتايد وړ خبره وي او افغانستانيان به هم پرې سرټيټي نه وي .   ",د اولس په لګښت د اساسي قانون + قومونو سپکاوی 3442,پوهنيار خوشدل معروف," دنسلګيري لپار په زړه پوري حيوان بايد انتخاب شي داځکه چي دښه حيواناتو دالقاج څخه ښه حيوان دبد څخه بد حيوان لاس ته راځي چي دتوليد له مخي غير اقتصادي وي . دچرګاو دانتخاب دنسلګيري لپاره په لاندي توګه سرته رسيږي . ١- دحيوان انتخاب دهغه دظاهري شکل په اساس : ه� �نوع حيوان ځانته خاص شکل پواسطه تنخيصيږي اوورڅخه ګټه اخيستل کيږي. دمثال په توګه تخمي چرګان نري بدن لري غاړه يي نري وي غټي هګي اچوي ورنونه يي نري وي دتخم دتوليد ظرفيت ښه لري بدن ئي هم کوچني وي لوح او حرکات بطي وي ولي دغوښي چرګان نسپتا"" غټ جسم لري غاړي  ئي لنډي ولي پلن وي ورنونه يي غټ دهډوکو او غوښي په منځ کښي تناسب کم وي دغوښي دتوليد ظرفيت لري ولي دهګيو دتوليد رظرفيت نه لري دنسلګيري لپاره په انتخاب کى دهغو ظاهري شکل لکه چه مخکى دهغه په باره کى معلومات ارائيه شو بايد په نظر کى ونيول شي کوم چرګان چي دغوښي دتوليد لپاره ظرفيت لري هغه بايد دهګيو دتوليد لپاره او کوم يي چي دهګيو دتوليد لپاره ظرفيت لري هغه بايد دهګيو دتوليد � �پاره انتخاب شي او بيا دهغو څخه نسلونه توليد شي . ١- دحيوان انتخاب دهغه دتوليد ي ريکارد په اساس : دجهان په مترقي ممالکو کى دچرګانو دانتخاب په وخت که دهغو توليدي ريکارد په نظر کښي نيول کيږي کوم چرګان چي په عمومي توګه زيات او اقتصادي توليد کوي او په توليدي ريکارد کى دهغودزيات توليد په باره کى معلوماتونه درج شوي وي هغه چرګان بايد دنسلګيري لپاره انتخاب شي او ياد تجرربي په واسطه معلوم شي چي کوم چرګان زيات تو� �يد کوي . که چري تجربه هم ثابته کړه چي ديوه فارم چرګان دبل فارم څخه زيات توليد کوي او هم دمرګ فيصدي کمه ده دهغه فارم څخه په زړه پوري چرګان بايد انتخاب شي او دنسلګيري په واسطه شمير ئي زيات شي .  ٣- دشجري په اساس انتخاب که څه هم دشجري له مخي انتخاب ډير مؤثر نه ښکاري ولي بياهم دنورو طريقو په تفکيک دچرګانو دوالدينو شجره هم بايد په نظر کى ونيول شي ځکه که چيري دچرګانو پلار او مور او نيکه ګانوئي زيات توليد کړي وي نو داسي څرګنديږي چي اولادبه ئي هم ښه توليد وکړي نو ددي طريقي څخه بايد دنورو طريقو په څنګ کى استفاده وشي او ددي طريقي څخه په ځانګړي توګه بايد دچرګانو په انتخاباتو کى دنسلګيري لپاره استفاده وشي (١٦،١٥،١٢).     په الوتونکو کښي نسلګيري (  Breeding  )  . دتخمي چرګانو په روزنه کي نسلګيري په توليد کښي لومړى ځاى لري ځکه هغه چرګان چه زيات توليد کوي دهغو چرګانو په پرتله اقتصادي دي چه کم توليد کوي . دچرګانو نسلګيري بايد په داسي ډول تر سره شي چه په نتيجه کښي لاسته راغلي چرګوړي دخپلو والدينو څخه دزياتو هګيو دتوليد ظرفيت ولري . تر څو چي دلږ مصرف په مقابل کښي ډير حاصل لاسته راشي او داقتصاد پياوړتيا سبب شي او غذائي کموالي له منځه يوړل شي . دهمدي نسلګيري په برکت داسي نسلونه لاسته راغلي چي دپخوانيو نااصلاح شويو چرګو په نسبت څوبرابره زياتي هګي توليدوي او تر ډيره ده ئي ذائي کموالي پوره کړي دي (٣-١٢) . دنسلګيري ځيني ډولونه په لاندي ډول دي : I-  (Close Inbreeding ) : پدي ډول نسلګيرکښي چه دوالدينو، خور او ورو ترمنځه نسلګيري صورت نيسي او دمشابه خواهو دساتلو لپاره سرته رسيږي . پدي ډول نسلګيري کښي هتيروزيګو زيتي ( Heterozygosity ) له منځه وړل کيږي او په عوض کي  Homozygous  جينونه تجموع کوي او په نتيجه کي خالص نسلونه چه دزيات توليد ظرفيت لري په لاس راځي بيا نو داخا لص چرګان دهغه چرګانو سره القاح کيږي چه کم توليد کوي او پدي توګه کم توليده نسلونه اصلاح کيږي . ځيني پدي عقيده دي چه دزيانو حيواناتو دساتلو مانع ګرځي چه زيات شمير مالداران داقتصادي تاوانونو سره مخامخ کيږي (٣-١٢) . II: (Line breeding )- پدي نسلګيري کى دترور ( عمه ) ځوي او لور او خاله ځوي او لور تر منځه نسلګيري صورت نيسي . پدي نسلګيري کى دنارينه حيوان دالقا ح لپاره دعيني نسل دبلي رمي څخه انتخابيږي اوبيا په نسلګيري ور څخه ګټه اخيستل کيږي . ددي نوعى نسلګيري فايده داده چه نسل په خپل حال ثابت پاته شي ددي نسل دودي او مقاومت خاصيتونه � �ه منځه نه ځي دوهم داچي ما لداران دزيات اقتصادي ستونزو سره نه مخامخ کيږي ( ١٠،١٢،٣) . III - ديو نژاد د م ختلفو کورنيو تر منځه نسلګيري (Out breeding)  : پدي نسلګيري چه ديو نژاد دمختلفو کورنيو ترمنځه صورت نيسي ښه نسلونه چه ښه او په زړه پوري خاصيتونه لري دبلي رمي څخه انتخابيږي او بيا دهغه دنسلونو داصلاح لپاره تري ګټه اخيستل کيږي (٣،١٥).   IV- ددوه مختلفو ډولونو ترمنځه نسلګيري :( Single two way crosses) داډول نسلګيري ددوه مختلفو ډلو ترمنځ صورت نيسي او يواځي دتوليدزياتوالي لپاره تري استفاده کيږي دنسل داصلاح لپاره تري استفاده نه کيږي او لاس ته راغلي چرګوړي قوي دوه رګه صفات دځان سره لري . نوموړي نسلګيري په لاندي دوه ډولونو دي : ١- پخپل منځ کښي نسلګيري :(In crossing)  پدي نسلګيري کى ديو نژاد دوه لينونه سره يوځاي کوي . الف- ددوه مختلفو نژادونو Fi ترمنځه نسلګيري : (In cross breeding ) پدي نسلګيري کى هغه اولادونه چه ددوومختلفو نژادونو د. (Inbreeding)  پواسطه منځته راغلي وي سره يو ځاي کوي ترڅو د(In breeding) دخطراتو مخنيوي وشي. ب- دري جانبه (اړخيزه) نسلګيري ( Three way crosses) : پدي ډول نسلګيري کى د Fi  ښځينه جنس چه د Cross breeding  څخه لاس ته دراغلي دنارينه جنس سره يو ځاي کيږي تر څو دمورني جنس څخه يو قوي دورګه لاسته راشي (١٥،٣). ج- څلور جانبه (اړخيزه) نسلګيري ( Four way or Double crosses ) : پدي نسلګيري کى ددوو مختلفو نسلونو د Fi دوه رګه ؤ څخه استفاده کيږي ترڅو يو دوه چنده � �وي دوه رګه لاسته راوړل شي( ٠١٦،١٥،٣) . V- (Upgrading): داهم دنسلګيري يو نوع دي پدي نسلګيري کى دخپلي رمي څخه نارينه او ښځينه حيوانات انتخابيږي او بيا ورڅخه په نسلګيري کى استفاده کيږي. دتوليد څخه وروسته هغه چرګان چي په زړه پوري خاصيتونه لري دبل نسلګيري لپاره انتخابيږي کوم حيوانات چي په زړه پوري خاصيتونه نه لري هغوي خش� �ه کيږي او له منځه وړل کيږي داډول نسلګيري دڅو کلونو څخه وروسته دهغو چرګانو دتوليد نسبت لري چي زيات توليد کوي (١٤) .   ",دنسلګيري لپاره انتخابات : 3443,ولي شا طبیب - کندهار," اوس مهال چه زموږ ګران افغانستان دډيروسختوحالاتو په درشل کښي قرار لري ،اوهيله لرم چي بينواپاڼه خپل مثبت کردار اوکړنه دافغانستان دولس په ګټه وکاروي  زړه ته � �انژدي ځوانانوعبدالله احسان اوخالد هادي تاسو او ټولو هغو همکارانو ته چي د پاڼي سره يې همکاري کړې ده خپلي نيکي هيلي او سلامونه وړاندي کوم. دخدای ج څخه هيله لرم چي ډيري کاميابۍ ستاسوپه برخه وي.داچي دبينوا بريښنايي پاڼه دوه کلنه سوه ډير دخوښي ځای دی .ددې دووکالوپه اوږدوکښي دې پاڼي ستاسو اونورو په هڅه او هاند ډيري برياوي ترلاسه کړي دي .بينوا پاڼي دليکونو اومضامينو لمنه پراخه اونوره هم ښکلي سويده.لوستونکي يې ماشاالله ډير سوي دي .زه ديولوستونکي په حيث هيله مند يم چي بينوا پاڼه نوره هم پخه اوپراخه سي اودګرانوهيوادوالوتنده پري ماته سي او خصوصا اوس مهال چه زموږګران افغانستان دډيروسختوحالاتو په درشل کښي قرار لري ،اوهيله لرم چي بينواپاڼه خپل مثبت کردار اوکړنه دافغانستان دولس په ګټه وکاروي .   په درناوي ولي شاه طبيب کندهار افغانستان ",د بېنوا ويبپاڼي دوهم کال دي ټولو ته نيمکرغه وي 3444,هلمندخان," سوال به  کوم داسې هميشه په دغه لاره خدايه ته آباد کړې  زمونږ ګران افغانستان ډيرى سختې تيرې کړې غريبو عاجزانو ډيرى نهارى تيرى کړى زمونږ هيواد والو خدايه ته قبول  کړى دبې وزلو هر ا� �مان راولى بيا هغه وطن چه جوړى شي ډيرى راولى بياهغه وخت چه جوړى شې جرګې خدايه ته پوره کړى دا اميد دهر انسان خدايه ته آباد کړى زمونږ ګران افغانستان سوال به کوم داسې  سره يو شې زمونږ ورورنه سوال به کوم داسې چې بيا جوړشي محفلونه خدايه ته � �بول کړى دغه سوال  دهرا فغان خدايه ته  اباد کړى زمونږ  ګ� �ان افغانستان وايمه ت� �ديرته ته راجوړ کړه منزلونه وايمه  فقير ته ته راجوړ کړه زخمې زړونه خدايه ته وساتې هرمسلم په خپل  ام ان خدايه  ته آباد کړى زمونږ ګران افغانستان هلمندخان ",ګران افغانستان 3445,," حضرت بهار - خوست ځوان ږغ  راډيو په خوست کي په خپرونو پيل وکړ . چهارشنبې د  ۲۰۰۶ کال د جون پر يوويشتمه نېټه  ماځيګر پنځه بجې ځوان ږغ راډيو خپله امتحاني خپ� �وني د قرآن کريم د څو مبارکو ايتونو په قرائت سره پيل کړې . دځوان ږغ راډيو  مالي لګښت د  سياره مطبوعاتي اړيکو  دموسسې له خوا ورکول کيږي .  د خوست پوهنتون د ژورناليزم د څانګي يوه محصل بېنوا ته وويل ( نوموړې موسسه د ۲۰۰۳ کال راپه دې خوا د خوست پوهنتون د ژورناليزم له پوهنځی سره همکاري کوي .  ځوان ږغ راډيو په خوست کي څلورمه راډيو ده چي په خپرونو پيل کوي او د خوست پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی دمحصلينو له خوا پر مخ بېول کيږ ي.  ديادي شوي موسسې مسئول  ډاکټر حيدري بېنوا ته وويل : زه اميدوار يم چي دغه � �اډيو به د خوست پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځی له محصلينو سره په عملي کار کي يو مثبت ګام وي او دخوست حالاتو ته به انعکاس ورکوي .   ",په خوست کي څلورمي راډيو په خپرونو پيل وکړ 3446,سهار ګل," د مډرنه انسان له خوا د ګاڼو تر ټولو زړې ټوټې د ساينس پوهانو له خوا موندل شوي دي. د يوې نړېوالې څېړنيزې ډلې په وينا، دغه درې موندل شوې ټوټې چې د وچو ميوو له پوټکو څخه جوړ شوي، لرغونتوب يې له 90000 څخه تر 100000 کلونو پورې رسيږي. له دغو درې ټوټو څخه دوه يې په اوسني اسرائيل کې د سخول نومي غار څخه لاسته راغلي او درېيمه يې هم په الجريا کې موندل شوې ده. دغه نوې څېړنې چې په يو اس ژورنال ساينس خپرونې کې خپرې شوې، د ساينس پوهانو هغه تير باورونه يې بې بنسټه ښکاره کړل کوم چې له مخې يې د ګاڼو د توکو لرغونتوب پنځه ويشت ز� �ه کاله اټکل شوی وو. په تيرو څيړنو کې د ګاڼو داسې توکي موندل شوي وو چې لرغونتيا يې له پنځه ويشت زره کلونو وړاندې نه وه. د ساينس پوهانو په اند، نوي موندل شوي توکي چې د نباتاتو له زڼو څخه جوړ شوي او يو بل ته ورته سوريان لري، ښايي په مزو کې له پييلو وروسته ترې اميل او يا لاسبند جوړېده. ګاڼې د انسانانو په ژوندانه کې يو ځانګړی ځای لري چې د تاريخ په هر پړاو کې يې بيلګې د هستۍ له دغه موجود سره يو ځای ليدل شوي دي. د کارپوهانو په وينا، کله چې انسان پر ځان ګاڼې پورې کوي، نو موخه يې مقابل لوري او يا د چاپيريال نورو وګړو ته د يو پيغام بيانول وي. دا پيغام کيدای شي د واک، شتمني او يا هم جنسي غريزو څرګندويي وکړي. دغه راز ځيني وختونه ګاڼې کيدای شي باوريز اړخ هم ولري لکه په ځينو انساني ټولنو کې هغه ښکلي او اغوستونکي توکي چې زموږ په وينا سوچه بلل کيږي او داسې باور پرې کيږي چې ګوندي دا توکي خپل خاوند د شر له يرغل څخه ژغوري. ",په نړۍ کې تر ټولو زړې ګاڼې وموندل شوې 3447,," د افغان دولت د باندنيو چارو وزير ډاکټر رنګين داد فر سپنتا نن غرمه مهال د پاکستان پلازمينې اسلام آباد  ته ددغه هېواد د باندينو چارو د وزير قصوري په رسمي بلنه  رسېدلى دى ،د ډله ايزو رسنيو د رپوټونو په حواله سپنتا به د پاکستان له ولسمشر پروېز مشرف او د باندنيو چارو له  وزير سره يو وار بيا په افغانستان کې د وروستيو نا امنيو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې  په اړه خبرې وکړي .بل لورى ددغه خبرو په ترڅ کې د نېشه يي توکو د مخنيوي او د سوداګريزو او ا� �تصادي اړيکو په پياوړتيا باندې هم بحث کېږي . ",ډاکټر سپنتا اسلام آباد ته په يو رسمي سفر خوځېدلى دى . 3448,"ډاکټر عبدالباري"," زه دا منم، چي پر دې ( ويب ) پاڼي هم د دوبي سره اهاړونه راغلي دي او هم دمني سخت توپاني بادونه، خود ويښو او ځيرکو چلونکو په ميړانه د هر ډول آفته خوندي ساتل شوې ده. څو ورځي وروسته به د بېنوا د ښکلې او په زړه پوري ويبپاڼي دوهمه کليزه په پوره وياړنه ولمانځل شي. د تيرو  دوو کلونو په موده کي دبينوا پاڼه د خپلوځوانو، تکړه او پر پښتني کلتور مينوچلونکو په همت د وړکتوب  دناروغۍ څخه په امان  پاته سوې ده. زه دا منم، چي پر دې ( ويب ) پاڼي هم د دوبي سره اهاړونه راغلي دي او هم دمني سخت توپاني بادونه، خود ويښو او ځيرکو چلونکو په ميړانه د هر ډول آفته خوندي ساتل شوې ده. د هيواد اوسني کرکجنو حالاتو ته چي ګورم ، نو وينم چي د پښتو ژبي ټغر مو  ورځ په ورځ ټوليږي او د هغي ژبي چي په ټوله نړۍ کي ئې يوازنئ رسمي او � �انوني ټاټوبی زموږ هيواد افغانستان دئ او د افغان  ژبه ده ،خو  � �سميت يې نن ورځ يوازي د کاغذه پر مخ پاته سوی دئ. خو د بينوا غوندي ويبپاڼو ته چي بيا وګورم، نو مي هيله خپل کفن څيري کړي راته په خندا شي او راته په نڅا شي. زړه مي را ژوندئ سي ، زه چي وايم دا د ارغند او د کنړ سيددونه دي چي زما په رګونو کي پر مستۍ راغلي دي، د خپل ملت وعظمت ته مي پام سي او دځان سره وايم چي دا توري  شپې سبا کيږي، باطل په حق بدليږي او د پښتو(دسبا) ستورئ به بيا د کابل پر اسمان راخيژي! زما ګرانو وروڼو عبدالله احسان او خالد هادي حيدري؛ ستاسي به زما څخه ګيله وي چي ولي د بينوا ويبپاڼي په کليزه کي داسي خالي لاس او من� �ه خوله درته ناست يم! څه وکم خو نه شاعر يم، نه اديب او نه ليکوال چي دالفاظو په ښکلو او ګرانو ملغلرو مي يو ښايسته اميل پييلئ او نن مي د خيالونو په دنيا کي ستاسي د ويبپاڼي په غاړه کړئ واي خو په خپله ساده او د کوچيانو په ژبه درته وايم چي :  د بينوا ويبپاڼي دوهمه کليزه دي مبارک،    او ستاسي پر ب� �ياليتوبونو دي برکت وي.   ډاکټر عبدالباري ۲۲- جون - ۲۰۰۶� �وسينهايم/ هايديلبيرګ  جرمني   ",د بينوا ويبپاڼي د دوهمي کليزي په خوشالي : 3449,نيك محمد ويال," راته خورا گرانو او د قدر وړ ښاغلى خالد هادي صيب ، ښاغلى احسان او د بېنوا وېب پاڼې نورو ټولو غړو ته لومړى سوكاله برياله او سرهسكى ژوند غواړم او بيا ورته سره د ټولو پښتنو د بېنوا وېب چې د هېواد د ښكلو ، د بېنوا وېب پاڼې دوهمه كاليزه دې مبارك وي! د هر څه نه د مخه د بېنوا وېب پاڼې كاركونكو او هېوادوالو!سلام او ښې چارې،راته خورا گرانو او د قدر وړ هر يو  ښاغلى خالد هادي ، ښاغلى عبدالله احسان او د بېنوا وېب پاڼې نورو ټولو غړو ته لومړى سوكاله برياله او س� �هسكى ژوند غواړم او بيا ورته سره د ټولو پښتنو د بېنوا وېب پاڼې  چې د هېواد د ښكلو ، پرمعلوماتو او فرهنگي ويب پاڼو څخه يوه ښكلې پاڼه ده د دوهمې كاليزې مباركي وايم تل راته سرلوړې او په خپلو فرهنگي او ژورنالستيكي هڅو كې بريالي اوسئ. تاسې ياست چې بېنوا وېب پاڼه شانداره ، ښكلې او پرمعلوماته ده.دا چې تاسې ځوانانو د گران هېواد نه لرې د مسافرى په ژوند كې سره د ټولو مشكلاتو چې لرى يې بيا مو هم خپلو افغانانو ته د ژورناليزم او فرهنگ په ډگر كې د چوپړ ملا تړلې د زړه له كومې مباركي وايم او دا كار د ستاينې وړ دى او په دې برخه كې د لا زياتو بريو او غوړېدو هيله كوم. دا رېښتيا ده چې افغانان كه د هېواد په دننه كې دي او كه د باندې هېڅكله خپل هېواد ، خلك، ژبه او ولس نه هېروي چې يو ژوندى مثال يې ستاسو په نوښت ، ابتكار او هڅو د يوې علمي ، هنري او فرهنگي ويب پاڼې ( بېنوا وېب پاڼې) خپرول دي،  رېښتيا هم چې دا د قدر وړ گام دى چې تاسې ځوانان يې د خپل غمځپلي ولس لپاره  كوى او د هېواد ټول ف� �هنگپالان او د قلم خاوندان به هېڅكله د تاسې په څېر هېوادپالو او ولسپالو ځوانانو هاند او هڅې  هېرې نه كړي.بېنوا وېب پاڼه ده چې د لوستونكو او د فرهنگ مينانو د زړه تنده ماتوي.  هيله ده چې په راتلونكي كې به هم په همدې ډول د هر لوستونكي  او د پاڼې ليدونكي تنده ماته كړى او د هر لوستونكي پام به د افغانانو تر منځ د ورورګ� �ويز پيوستون او ملي يوالي ته نور هم راوگرځوى ځكه زما په اند زموږ جگړه ځپلى هېواد او د هغه باتور ولس تر هر څه ملي يوالي او په خپل منځي اړيكو كې رېښتنې مينې ته اړتيا لري.نور به خبرو ته اوږدوالى نه وركوم او په پاى كې يو ځل بيا ټولو هېوادوالو ته د بېنوا وېب پاڼې د دوهمې كاليزې مباركي وايم او د ستر رب (ج) نه  په راتلونكې كې د لا زياتو پرمختلو هيله كوم.سر لوړي وسئ. نيك محمد ويال مسكو روسيه د تل افغان ويب پاڼې تخنيكي م سول چلونكى ",د بېنوا وېب پاڼې دوهمه كاليزه دې مبارك وي! 3450,انجنېر زکريا," ددومره ستر کار لپاره لکه بېنوا ويبپاڼه چي ئي مخ ته بيائي دوه کاله ډېر � �ږ وخت دی، خو په تېرو دوؤ کلنو کي بېنوا ويبپاڼي يوه ورځ تر بلي ښه والی موندلی دی او اوس ئي ځان داسي کچي ته � �سولی دی، چي په افغاني ويبپاڼو کي يوه د معتبرو ويبپاڼو څخه ګڼل کېږي او د بېنوا ويبپاڼي درنو چلونکو او ګرانو دوستانو خا� �د هادي حيدري او عبدالله احسان او ددغي درنې ويبپاڼي قلمي همکارانو ته د ددوهمي کيزي په وياړ د زړه له کومي م بارکي وايم.ددومره ستر کار لپاره لکه بېنوا ويبپاڼه چي ئي مخ ته بيائي دوه کاله ډېر لږ وخت دی، خو په تېرو دوؤ کلنو کي بېنوا ويبپاڼي يوه ورځ تر بلي ښه والی موندلی دی او اوس ئي ځان داسي کچي ته رسولی دی، چي په افغاني ويبپاڼو کي يوه د معتبرو ويبپاڼو څخه ګڼل کېږي او هر کله د افغانانو د ژبو پر سر څرخي.زه يو له هغو کسانو څخه يم ، چي د بېنوا ويبپاڼي د کار دپيل د لومړيو ورځو نه دا پاڼه ګورم او ددغي پاڼي پرمختګ، پراختيا او نوښتونه مي هره ورځ په پوره غور څارلي دي .چي رښتيا سي د لومړی ورځي نه هم ددغي پاڼي د پاليسی پر جوړولو، ډيزاين او جوړښت د ډېري پوهي او ثليقې نه کار اخستل شوی دی. خو د هري ورځی په تېرېدو ئي نوره هم وده موندلې او ښکلا ئي ډېره سوې ده، چي اوس ئي دومره اعتبار پيدا کړی دی، چي هر افغان ددغي پاڼي پر ملي والي او بې پرېتوب پوره باور لري.م ا تېر کال د بېنوا ويبپاڼي د لومړی کليزي د مبارکی په پيام کي دا وړانديز کړی وه، چي د نوؤ او تازه خبرونو برخه دی ئي يو څه بډايه او وخت په وخت دي تازه شي او وروسته مي بيا د ښاغلي عبدالله احسان سره په ټيلفوني خبرو کي هم دا خبره بيا تکرار کړه او ورته ومي ويل ، چي ډير سايټونه د باختر اژانس ، پژواک او نورو خبري اژانسونو څخه تازه خبرونه اخلي ، نو تاسي هم کولای سی، چي دا کار وکړی، تر څو د ويبپاڼي د مينه والو تنده مو په نوؤ خبرونو هم ماته سوې وي . خو ښاغلي احسان راته په ځواب کي وويل ، چي « موږ غواړو خپل خبرونه خپاره کړو ».چي رښتيا سي دې خبري په لومړي سر کي هک پک کړم او يو ګړۍ غلی پاته سوم او په زړه کي مي وويل چي « دا ځوانانو ته خدای تعالی ( ج ) څ ومره انرژي، استعداد اود خپل هيواد،خلکو او خپلي خوږې ژبي سره په زړونو کي څومره مينه ور کړې ده ؟ » .خو زړه ته مي سمه نه لوېده، چي دوی دي دا کار هم سرته ورسولای سي . خو اوس چي ور ته ګورو، ددوی زياتره خبرونه او رپوټونه تر نورو اژانسونو ډېر مخکي او تازه وي او ډېر افغاني سايټونه د بېنوا ويبپاڼي خبرونو ته په خپلو سايټونو کي ځای ور کوی . ( دبېلګي په توګه کېدای سي دافغانستان د تکړه او نامتو سندر غاړي ښاغلي فرهاد دريا ته د زهرو د ورکولو پېښه ياده کړو. زما ښه په ياد دي د بی بی سی او ازادی راډيو ګانودرې- څلور ورځي وروسته دا خبر خپور کړ.) زما په آند د بېنوا ويبپاڼي يو بل ستر خدمت دا کړی دی ، چي د زيات شمېر هغو افغانانو ستونزي ئي ور حل کړی دی ، چي په خپ� �و کمپيوټرونو کي ئي د پښتو فونټ او کيبورډ ستونزي لرلې . دغه راز د پښتو ايمېلونو د ستونزو د حل دلاري ښودل هم خورا يو ارزښتناکه کار وه. کله کله څوک داسي فکر کوي، چي تاسي خپل ټول ژوند يوازي او يوازي د پښتو ژبي او پښتني ادب چوپړ ته وقف کړی دی او هر څوک کولای سي ستاسو له لاری د خپل زړه غوټه خلاصه کړي او خپل اواز نورو هيوادوالو او لوړ پوړو دولتي چارواکو ته ورسوي .د پښتو ژبي د رواجولو، پرمختيا او هغې ته په دولتي ادارو کي درښتيني رسميت ورکولو اوکوچنيانو ته په مورنۍ ژبه دزده کړو په خاطرد هڅو په چاره کي ستاسو کار ډېر د قدر وړ دی او لږ افغانان موندل کېدای سي چي ستاسو په دغه لاره کي سيالي وکړای سي .دغه راز ستاسو د سايټ يوه بله ښه ځانګړتيا دا هم ده، چي په بېنوا ويبپاڼه کي داسي ليکنو ته ځای نه ورکوی، چي په هغه کي دي په افغانستان کي دمېشتو قومونو ديوه سپکاوی پکښې سوی وي او هيله من يم چي په راتلونکي کي هم د هر هغه څه نه ډډه وکړی ، چي د افغانانو تر مېنځ د ملي يو والي د زيانمن کېدو سبب کېږي .وړانديزونه:ـ ځيني ليکني داسي ليکل سوي وي، چي« ی »ګاني ئي ( کېدای سي د تخنيکي ستونزو له امله ) سمي نه وي کار سوی او سره شلېدلي وي، نو لوستونکي هر کله د لوستلو په وخت کي له ستونزو سره مخامخ کوي .کېدای سي تاسي وواياست، چي دا ګرانه ده چي تاسي ټولي سمي کړی او داکار ډېر وخت ته اړتيا لري. خوکېدای سي يا ئي ليکوالو ته بيرته د سمولو لپاره ور ولېږی او يا د نورو کسانو څخه په دې کار کي د هم کاری غوښتنه وکړی.ـ  دافغاني سندرو برخه نوره هم بډايه سي او د ډېرو نورو سندرغاړو سندرو ته هم ځای ورکړه سي .ـ  په لومړی پانه کي د افغانستان ملي سرود ته داسي ځای ور کړه سي ، چي د پرانستلو په وخت کي د افغانستان بيرغ هم په رپېدو وي .ـ هڅه وسي چي د لنډو کيسو برخه نوره هم پراخه سي ،ځکه چي لنډي ليسي د ادب خورا يوه خوندوره اوارزښتناکه برخه ده ، چي ډېر لوستونکي لري. په اخر کي تاسو زړه ته رانژدې دوستانو ته ستاسو په کارونو او چوپړ کي لا زيات بريالي توب غواړم او پر استعداد او هڅو مو خدای تعالي (ج) برکت که. هالنډ۲۰۰۶/� �۶/۲۳ ",بېنوايانو! دوهمه کليزه مو مبارک 3451,عبدالاحد پېغام _ كابل," بېنوا ويب پاڼې په دغودووكلونو كې ديوې خبري اواطلاعاتي رسنۍ په توګه هغه څه چې بايد ترسره كړي يې واى ترسره كړي يې دي ،خوشايد ددوي په كاركي به هم ددنيا دنوروكارونوپه څير يولړ ستونزي اونيمګړتياوي موجودي وي بېنوا پاڼې دخپل اطلاعاتي ژوند دستونزمن سفرد دوهم كال مزل هم دادى په بري اوسرلوړي ترسره كړ اودراتلونكى اوږده سفر دكږلېچونوغېږ ته يې ځان نژدى كړ بېنوا ويب پاڼې په دغودووكلونو كې ديوې خبري اواطلاعاتي رسنۍ په توګه هغه څه چې بايد ترسره كړي يې واى ترسره كړي يې دي ،خوشايد ددوي په كاركي به هم  ددنيا دنوروكارونوپه څير  يولړ ستونزي اونيمګړتياوي موجودي وي اوترنيوكو لاندي به � �اځي خود ايوه طبيعي خبره ده  ځكه دهر كارپيل ګران اوستونزمن وي ،يوازى جرآت ، زړه ورتيا اوغښتلى هوډ انسان ديوه ستونزمن كار اجراكولوته هڅولى شي ديوه كارستونزي دهغه كار په بهير كې په ګوته كيدي شي نه وړاندي له هغه كله چې يوكارپيل شي بيا دكارپه بهير كې ډيري ستونزي راولاړيږي همدادستونزو څيړنه اودهغوي دله منځه وړ� �ولپاره دلاروچارولټول پخپله انسان ته ډير شيان ورزده كوي اوډير هغه پټ رازونه يې مغزته لاره پيداكوي چې مخكې يې ترې خبرتيا نه لرله په دې توګه انسان پخپل پيل شوى كاركې لازياته تجربه اووړتيا موندلى شي اودرا ولاړو شووم شكلاتودحل لارې چارې لټولى شي  شايد دبېنوا پاڼې ښاغلي چلوونكي زما له دې خبرى سره موافق وي چې دپخوا په پرتله يې دويب پاڼې په كارونوكي ډير مهارت ترلاسه كړې اودډيروستونزودحل لارې چارې ورته څرګندي شوي دي زه فكركوم چې ديوې خبري رسنۍ اوويب پاڼې پرمخ وړل هم اسانه كارنه دى په تيره بيا داسي يوه ويب پاڼه چې دټول هيواد په كچه خپ� �وني اواطلاعات وړاندي كوي خو موږ ګوروچې دبېنوا پاڼې چلوونكو په پوره پياوړتيا اوايماندارۍ دغه كارته اوږه وركړئ اودادى داكارمخ په وړاندي وړي دپاڼې دځانګړونيمګړتيا ووپه هكله بايد ووايم چې زما اصلآ دنصيحت كولوسره چندان جوړه نه ده اونه هم دوعظ اونصيحت هغه منبر ته رسيدلى يم چې دنوروپه نيمګړتياوو كي ځان ورك كړم خوددوستانودغوښتنى له مخې ځينولنډوټكوته اشاره كوم :دپاڼې نيمګړتياوي بايد دشكل اومحتوا له اړخه وڅيړل شي ،دشكل نه مې مطلب دپاڼې رنګ ،ډيزاين اونورتخنيكي توكي دي اودمحتوا نه مقصد دهغومطالبو، تحليلي مقالو او شع� �ونوڅخه دي چې په پاڼه كې خپريږي ځيني دپاڼې يوكال مخكى ډيزاين چې سوراوسپين رنګونه په كښي ډير  وو په زړه پو� �ي ګڼي اووايې پاڼه ډيره روښانه او ځليدونكئ ښكاريده خواصلي نيوكه دهغوموادواومطالبوپرمحتوا ده چې په پاڼه كې خپريږي اوكله ناكله دپاڼې اصلي تګلاره حتى زيانمنه كوي ددې ستونزي دحل لاره داده چي دبينوا مسئولين اوچ� �وونكي بايد تل ملي ګټي په نظركي ونيسي اودداسي مطالبواومضامينودخپرولونه ډډه وكړي چې دهيواددملي ګټوسره په تضادكې وي اويا په هيوادكې ملي يووالي ته زيان رسوي هڅه بايد وشي چې په پاڼه كې په زړه پوري اوله محتوا ډك مطالب اومضامين خپاره شي چې داكارهغه وخت كيداى شي چې دپياوړوليكوالواوقلموالوسره اړيكي ونيول شي اوترې غوښتنه و� �ي ترڅوپه دې اړه همكاري وكړي ،همدااوس دهيوادنه بهر په سلګونوپښتانه ليكوال اوشاعران په اروپا اوامريكا كي ميشت دي خومتاسفانه چې له رسنيوسره يې مرسته ډيره كمه ښكاري ،دغه رازدهيوادپه دننه كې هم زيات شمير ليكوال شته بايد هغوي همكارۍ ته راوبلل شي اومرسته ترې وغوښتل شي ځكه يوه ملي پاڼه ملي همكارۍ ته اړتيا لري ،ديوه اودووتنوپه وسيله به ډيره ګرانه وي چې موږ دبېنوا به څيريوه  ملي پاڼه ځنګه يې چې هيله كيږي مخ په وړاندي يوسو.زه په داسي حال كې چې دبېنوا پاڼې ښاغلوچلوونكو خالدهادي  اوعبدالله احسان ته ددې پاڼې ددوهمې كليزې له امله مباركي وايم دوي ته پخپلوكارونوكې دلازياتونورو برياليتوبونوهيله كوم اوخپلي خبري درحمت شاه سائل په لاندنى شعر پاى ته رسوم ستم مې دې داټول وطن دمرګ په خوب ويده كړيخوياره بيداري ستا دجمال دي راته پريږديحالات مې دي دژوند ګريوان كښي تارقدري پرې نږديخوبس دپښتني سند رى خيال دي راته پريږ دي په دې هيله چې بينوا پاڼه تل دپښتني سندرى ديوه ځليدونكې خيال په توګه روښانه اوځلانده پاتي شي په مينه اودرنښت ",دپاڼې دوهمه كليزه مومبارك شه 3452,اجمل اند," خو ماته یې ډېره په زړه پورې برخه د ورځنیو خبرونو وه . په ویب پاڼې کې چې کله هم ما غوښتي توانیدلی یم تازه خبرونه و مومم . د خبر په رسولو کې بینوا کله ناکله له ډېرو یادو نړېوالو خبري رسنیو هم د مخه وه . او ډېر کله مې له معتبرو ډله ایزو د بینوا ویب پاڼې درنو چلونکو !  سلامونه او نېکې هېلې مې ومنئ بینوا ویب پاڼې په تېرو دوو کلونو کې  زما په اند د پام وړلاس ته راوړنې درلودې چې د ټولو پشتنو د ویاړ شمله ورسره هسکه وه . په تېر یو کال کې په ویبپاڼې کې غوره بدلونونه راغلي چې  ورسره بینواویب پاڼه یې یوه ټول ګټې پاڼه ګرځېدلې ده .بریاوې یې ډېرې دي .   بریښنایي کتابتون ته یې په تېر یو کال په لسګونو بیلا بیل پښتو کتابونه پورته شوي چې ښایي ډېرو هغوه کسان  چې دا کتابونه یې په چاپي بڼه نه شو تر لاسه کولای  اوس دا کتابونه په بریښنایي توګه لوستلی شي .ډېرې څړنیزې ، علمي ، کلتوري . سیاسي  او فرهنګي مقالی او لیکنې یې خپری کړي ، همدارنګه په دې ورستیو کې یې د مرکو یوه په زړه پورې لړۍ پیل کړې . بینوا ویب پاڼې  لوستونکي  وخت په وخت د هېواد د ننه او بهر له روانو  کلتوري ، ادبي   او فرهنګي هلو ځلو خبر ساتلي دي . جادوګر غږونه ، ګل مخونه  او نورې برخې یې هم په زړه پورې دې . خو ماته یې ډېره په زړه پورې برخه  د ورځنیو خبرونو وه . په ویب پاڼې کې چې کله هم ما غوښتي توانیدلی یم تازه خبرونه  و مومم .  د خبر په رسولو کې بینوا کله ناکله له ډېرو یادو نړېوالو خبري � �سنیو هم د مخه وه . او ډېر کله مې له معتبرو ډله ایزو رسنیو خبرونه اورېدلي چې د بینوا ویب پاڼې په حواله یې ویلي وي . د کابل  ځینې ورځپاڼې خو یې ځینې مطالب او خبرونه پرته له دې چې د خپلې ورځپاڼې په ارونو یې برابر کړي کټ مټ کاپي  کوي او خپروي یې . د لوستونکو له پلوه  هم دا مهال د پښتو ویب پاڼو له سر لارو نه ده .  په لومړي سر کې یې یو څه سیمه ایزه بڼه لرله خو اوس د ټول افغانستان  په کچه یو بریښنایي  پاڼه ده چې هر څوک په کې د خپلې خوښې توکي موندلی شي .زه ددې پاڼې ټولو چلونکیو ته د دومره بریاوو له امله مبارکي وایم . خدای (ج) دې د ټولو په  ګوتو او � �اسونو نور هم برکت کړي  ، چې دا بهیر همداسې روان او تاند وساتي یوازې یوه  یادونه کوم چې  که په راتلونکي کې و� �ته پام وشي غوره به وي :هغه دا چې  ورځني خبرونه کله ناکله دقیق نه وی  او یا خو داسې سره اوډل شوی وي چې  د ژورنالېزم ارونه په کې په پام کې نه وی ساتل شوي . همدارنګه ځینې خبرونو کې  یو نیم وخت د یو ډول پلویتوب څرک ښکا� �ي  چې دا پلویتوب  ډېره کله د پاڼې د پالیسۍ  استازیتوب نه کوي  بلکې هغه خبریالان چې په خپله خوښه دې پاڼې ته خبرونه ورکوي  په ځینو کې یو څه  د خپلې خوښې خبرې  هم تېروي . زما مشوره دا ده  : ددې لپاره چې خبري برخه یې له مس� �کي پلوه غښتلي شي  او خبری ارزښت یې نور هم سیوا شی  ښه به دا وي چې  یا خو د نړېوالو خبری اژانسونو تازه خب� �ونه د هماغوی  په حواله وخت په وخت پاڼې کې کېښودل شي . او یا خپله بینوا معلوم او څرګند خبریالان ولري  . په م ستعارو نومونود  ورکړل شويو  خبرونو  د ریښتینولی سپیناوی ګران وي . که څه دا دومره لویه ستونزه نه ده خو یاده مې ځکه کړه چې اوس ډېر خلک د بینوا په ورځنیو خبرونو حساب کوي نو ښه به دا وي چې دا خبرونه نور هم  باوري ، د� �یق، او کره و اوسينور په اخر کې  یو وار بیا د بینوا پاڼې ټولو کارکونکیو او مینه وال ته ددې پاڼې د دویمې ک� �ېزې مبارکي وایم او د ټولو د لا بریالیتوبو نو هېله کوم  . په ډېر درناوی کابل ",بینوا ویب پاڼه په تېرو دوو کلونو کې 3453,," ", 3454,محمد یوسف هېواددوست," بې له شکه بېنوا ویب پاڼې ستاسو په همت او مېړانه په دغو نږدې دوو کلونو کې د پښتو ژورنالیزم په برخه کې هغه تشه او خلا له منځه یووړه چې له ډېر پخوا نه موجوده وه او له امله یې پښتانه انت� �نیت پاله پلټونکي د بې شمېره اړتیاړړ له مخې ، له بده مرغه د نورو ډېر هڅاند ژورنالیست ښاغلی خالد هادي ! ویاړمن ژورنالیست ښاغلی احسان کاکړ !تر هر څه دمخه اجازه راکړئ په دې توګه  د ځان او د خپلواکۍ د فرهنګي خپرونې د ټولو کارکوونکو  ، همکارانو او مینه والو لخوا تاسو او ستاسو ملګرو او ستاسو  له لارې ستاسو همکا� �انو او مینه والو ته د بېنوا د انترنیتي خپرونې د دویمې کلیزې له امله د زړه له کومې مبارکي وړاندې کړم .بې له � �که بېنوا ویب پاڼې ستاسو په همت او مېړانه  په دغو نږدې دوو کلونو کې د پښتو ژورنالیزم  په برخه کې هغه تشه او خ� �ا له منځه یووړه چې له ډېر پخوا نه موجوده وه او له امله یې پښتانه انترنیت پاله  پلټونکي  د بې شمېره اړتیاړړ � �ه مخې ، له بده مرغه د نورو ژبو  سایټونو ته مخه کوله چې که ممکنه وي خپله تنده  پرې ماته کړي ، خو ستاسو په همت او پر له پسې زیار او هاند  دغه اړتیا اړ نیمګړتیا پوره شوه او د خدای شکر دی چې نن ستاسو د زیار دغه  بېلګه دننه په ټول هېواد افغانستان او ټوله نړۍ کې د اړو کسانو  په درد لګېدلې او اړتیاوې یې ور پوره کړي .  په دې باب  باب به یو مثال وړاندې کړم  . څو ورځې مخکې  یو چا راته د زابل ولایت نه ټیلفون  وکړ او د خپلواکۍ د خپرونۍ په باب یې راسره د زړه خواله کول ، ما سره پوښتنه پیدا شوه چې دغه دوست چې زه یې هېڅ نه پېژنم زما د ټیلفون نمبر او  دا نورې  پتې له کومه کړې ، هغه راته وویل   ((  هېواددوست  صیب دا ټوله د بېنوا د پاڼې برکت دی .....)) دا زما  په اند تر ټولو ستر او د یادونې وړ فاکټ دی چې بینوا زموږ د خلکو دغه شان ډېرې  اړتیاوې  پوره کړي یا په بله وینا د خلکو ترمنځ د رابطې لامل ګرځېدلې .  بینوا پاڼې چې له ځان سره یې د افغانستان د معاصر ژورنالیزم او ادب د روښانه ستوري ارواښاد استاد عبدالروف بېیوا نوم هم  روښانه او تلپاتې کړ ، د خپل تاسیس له هماغې لومړۍ ورځې  مخ پر لوړه ګام ونه اخیستي ، خوځنده ده ، تحرک او  نوښت لري ، او ښه په بره روانه ده ،دا هم زما لپاره مهمه ده ، ځکه  له بده م� �غه زموږ  فرهنګي هڅې  کله کله موقتي وي او له څه مودې وروسته بس په ټپه ودرېږي ، خو بینوا هماغه شان چې مخکې مې وویل خوځنده ده او هره ورځ وده مومي .بېنوا  پاڼه  د اوسني ژورنالیزم  او په تېره  بیا د پښتو  اونلاین  ژو� �نالیزم په برخه کې  د یادونې وړ خدمتونه کړي ،په خپل وخت تازه او د اړتیا وړ خبرونه او خبرتیاوې خپروي ، د � �وانو کورنیو او نړېوالو پېښو په اړه د هېواد د یو شمېر غوره مبسرینو او مفسرینو تبصرې او تفسیرونه خپروي ، د پېښو په اړه ډېرې اړینې او ګټورې مرکې او راپورونه نشر ته سپاري  او تر ټولو مهمه دا چې  زیاتره خبرونه او راپږرونه یې مصوره دي او دا د ژورنالیزم یوه اړینه او مهمه برخه ده  چې بینوا پاڼې تر اوسه  په پرله پسې توګه څارلې . سربېره پر دې  د بېنوا د  انترنیتي سایټ  یوه بله مهمه ځانګړنه دا ده چې د لیکوالو او خبریالنو شمېر یې له یوې ورځې نه بلې ورځې ته زیاتیږي .په دې کې هېڅ شک نه شته چې  زموږ افغاني انترنیتي پاڼې  او په ځانګړې توګه  د پښتو پاڼې لا هومره نه دي پیاوړي شوي چې د بېلګې په توګه د ایراني  سایټونو سره سیالي وکړي او یا په بله وینا موږ لا په دې نه یو ب� �یالي شوي چې  خپل د پام وړ لوستونکي او کتونکي په هره برخه کې په بشپړه توګه تغذیه کړو ، خو بیا هم  زموږ یو څو سایټونو دغه  تشه څه نا څه ډکه کړې .( ټول افغان ) او ( بینوا ) له همدغو غوره سایټونوم څخه شمېرل کیږي .په بېنوا پاڼه کې زموږ  ټول خلک ( که ماشومان دی که څوانان ، که نارینه دي که مېرمنې ) دغه راز د تخصص د هرې څانګې لیوال پ� �ټونکي خپلې اړتیاوې دلته په ( بېنوا) سایټ کې موندلی شي . دلته په بېنوا سایټ کې د هېواد له یو شمېر غوره  ف� �هنګیانو سره بلدتیا مومو ، غوره موسیقي هم دلته چاڼ شوې ،له زیات شمېر افغاني رسنیو سره مو بلدوي ، د عقایدو او ګروهو په باب مو له نویو معلوماتو سره مخامخ کوي ، له ساینس او کمپیوټر سره مو لا اشنا کوي ، د راډیویي او ټلویزیوني خپرونو  پتې په لاس راکوي  او د یوشمېر غوره کتابونو  په راټولولو سره یې خپله علمي پانګه  پیاوړې کړې ده ، او غوره خو دا چې د انځورونو  د البوم په لیدو سره یې  هر مساپر زړه د وطن د مینې نوي هوډونه کوي . د بېنوا سایټ یوه بله  ځانګړنه دا ده چې دغه سایټ  سیمه ایز نه دی ، دا په ټولو افغانانو پورې اړه لري . دا ټولې هغه ښېګڼې دي چې تاسو ګران هادي صیب او خوږ احسان جان کاکړ په بېنوا سایټ کې راټولې کړي ، خو په یاد ولرئ چې دا ټول هغه څه نه دي چې افغان ملت یې غواړي .دلته ډېرو نورو برخو  او زیاتوونو ته  اړتیا شته . په دغه برخه کې زه خپل وړاندیزونه داسې سره راټولوم :-       په بېنوا سایټ کې د مېرمنو برخه ډېره کمزورې ده او که امکان واري دغه ب� �خه  جوړه او تاسیس شي .-  په بېنوا سایټ  کې د کوچنیانو برخه نشته او دا  که ممکنه  وي  په ځانګړې  توګه جوړه شي -  په بېنوا سایټ کې  که وشي چې یوه برخه د ځوانانو لپاره بېله شي او د هغوي په ګډون  فعاله شي دا به بده نه وي -   له بېنوا سایټ سره د همکارۍ معیار باید د بېنوا سایټ د کړنلارې سره  په سمون کې وي ، باید د لیکوالو او خبریالانو پراخه برخه راجلب شي -که  ممکنه وي هره میاشت یو ځل د هېواد له یو شمېر  نومیالیو سیاستپوهانو او فرهنګیانو سره  په یو ګردي مېز کې  ( ۳ یا ۴ تنه ) د بحث  یوه لړې راژوندۍ  شي او مخکې له مخکې  خپلو لوستونکو ته خبر ورکړل شي چې خپلې پوښتنې ستاسو په پته  درواستوي - له مهاجرو  د مهاجرت کیسې واورئ  او هېوادوالو ته یې  وړاندې کړئ .- د بېنوا سایټ قدرمن چلوونکي په امریکا او اروپا کې اوسیږي .دا یو ښه امکان دی  چې تاسو د امریکا له پارلمان او د اروپا له پارلمان سره  ژوندۍ اړیکې ولرئ .- که ممکنه وي بینوا سایټ کله نا کله  پخپله  د یو � �ړ هنري او فرهنګي محافلو جوګه شي .دا و زموږ د نظر ټکي . او په داسې حال کې چې ستاسو قدرمنو او ځوانو هم مس� �کانو  بری له لوی خدای  نه غواړم په پای کې  تاسو  ته ددغه بختور جشن له امله د خپلو مبارکیو  مراتب تکراروم .الله مو مل شه په کار او همت مو برکت   په ډنمارک کې د خپلواکۍ د فرهنګي خپرونې په استازیتوب ",د بېنوا ویبپاڼې دویمه کلیزه مو بختوره شه 3455,نذيراحمد سهار," بېنوا په دې وروستيو كې د خپل خبري او اطلاعاتي بهير د سرعت له مخې ځانګړى زړه راښكون موندلاى دى. دغه سرعت كه څه هم كله كله د خبريالۍ پر مهموارونو ( رښتينتوب او بشپړتيا) پښه ږدي، خو ډېر ځله د اطلاعاتو په ژر لېږد او خپراوي كې رغنده رول لوبوي د انلاين يا پرليكه خبريالۍ جوړښت او بهير ته كه وګو� �و، ډېرځله مسلكي هغې ته نه پاتې كيږي. دغه خبريالۍ له نورو سره د بيړې او سرعت په توپير د توليد، اطلاعاتي وېش يو داسې بهيردى، چې تر ډېره مادي اړخونه پكې له پامه غورځول كيږي. سره له دې،چې شهرت، نه پرله غښتيا،سيالي او ځان م سلكي ښودل پكې په ترا ډول ترسترګو كيږي، يو ډول ژورنالستيكو ارونو او اخلاقوته يې هم اړتيا پېښيږي. د انلاين خبريالۍ د نه پرله غښتيا او تر ډېره د نامسلكيتوب ستونزه يوازې پر افغانستان نه تماميږي، دغه ستونزه په هغو هيوادونو كې هم ترسترګو كيږي، چې موږ د درېيمې نړۍ وګړي بولي. د انلاين رسنيو تر ټولو ستره ستونزه داده،چې د اط� �اعاتو او خبرونو د لېږد او خپراوي په برخه كې يې كنټرول او روغتيا(رښتينتوب) ته ډېره لږه پاملرنه كيږي. په افغانستان او په ځانګړي ډول پښتو ژبه كې د انلاين خبريالۍ پيل ډېر لنډ تاريخ لري او په دغه لنډ تاريخ كې موږ يوازې پرسيالۍ او خلكو ته د يوڅه پر رسولو فكر كړى، خو د انلاين خبريالۍ اخلاقي او مسلكي معيارونه بې تعريفه پاتې شوې دي. د برېښنايي رسنيو تعريف، فني شرايط ، څار او كنټرول، منځپانګه او د رسنيو مديريت هغه څه دي،چې تر اوسه ډېرو لږو افغان انلاين رسنيو ورته پاملرنه كړېده. بېنوا، په پښتو انلاين رسنيو كې په خپل لنډ خو بيړني دوه كلن خپرنيز بهير كې هغه ځاى ونيو،چې د نورې نړۍ رسنۍ يې كلونه كلونه زحمت ګالي. د بېنوا منځپانګه او پخپله د سايټ مديريت دداسې كسانو غاړې ته لوېدلى،چې تر ډېره بريده مسلكي كسان پاتې كيږي.مسلكي زده كړه، د خبريالۍ او ان� �اين ژورناليزم پر اړتياوو او غوښتنو پوهېدا، پر سستم او فني مسايلو واكمني هغه څه دي،چې د بېنوا په چلوونكو كې يې په ترا ډول ليدلاى شو. د رسنيو برياليتوب د هغو له مخاطبانو ،او د مخاطبانو راښكون له مخاطب پېژندنې س� �چينه اخلي. څومره، چې د رسنيو مينه وال ډېريږي په همغه كچه د رسنۍ شهرت او برياليتوب راښيي . كله چې رسنۍ د خپلو مينه والو پر غوښتنو او اړتياوو فكر كوي، خپرنيزه تګلاره او پلان يې پر واقعي ارونو ولاړ وي، مخاطبان به يې هم نهيلي نه كړي. بېنوا د مخاطبانو ورځنۍ اړتياوې په خورا ښه ډول پېژندلې او دغه اړتيا پېژندنه او مخاطب پوهنه د بېنوا د برياليتوب راز دى. په اوسمهالې نړۍ كې انلاين رسنيو ته د نړۍ له هرې برخې لاس رسيږي، دغه لاسرسى كله ك� �ه له رسنۍ سره په مرسته او همكاري تماميږي. څومره،چې رسنۍ خپلو باوري مينه والو ته امكانات او د سايټ اسانتياوې وركوي په همغه كچه يې د برياليتوب او محبوبيت  ګراف هم لوړيږي. بېنوا دغه څيز ته په پاملرنې سره د نړۍ په بېلابېلو برخو كې خپلو مينه والو ته (د سايټ د كورني لاسرسي) اسانتياوې وركړې او دغو اسانتياوو د بېنوا اط� �اعاتي لمنه تر نورو هغو پراخه كړېده. كه څه هم د اسانتياوو وېش او پراختيا د سايټ مديريت له ستونزو سره مخ كوي، خو كه كنټرول او مديريت قوي واوسي، د شونو تېروتنو او بې نظميو مخنيوى يې كېداى شي. موږ نه يوازې دا،چې انلاين رسنيو ته تګلار نه لرو، نورو برېښنايي او چاپي خپرونو ته هم داسې تګلار نه لرو، چې خپلې چارې او مسلك و� �سره عيار كړو. بېنوا او ډېر نور افغاني سايټونه د دغسې مسلكي تګلارو د نشتوالي له امله له يو شمېر ستونزو او نيوكو سره مخ دي. دغه ستونزې او نيوكې تر ډېره بريده د بېنوا همكارانو ته راجع كيږي.بېنوا په دې وروستيو كې د خپل خبري او اطلاعاتي بهير د سرعت له مخې ځانګړى زړه راښكون موندلاى دى. دغه سرعت كه څه هم كله كله د خبريالۍ پر مهموارونو ( رښتينتوب او بشپړتيا) پښه ږدي، خو ډېر ځله د اطلاعاتو په ژر لېږد او خپراوي كې رغنده رول لوبوي. د بېنوا دوه دايمي همكاران ډېرځله د خبر رښتينتوب تر سرعت ځاروي، دغه سرعت په خپل وروستي پړاو كې د خبر ارزښت او واقعيت تر پوښتنې لاندې راولي او كله، چې ارزښت او واقعيت تر پوښتنې لاندې راشي، پر رسنۍ د مخاطبانو اعتبار زيانمنيږي. كه په تېر يوه كلن خپرنيز بهير كې (د بېنوا ټكي كام) خبري برخې ته ځير شو او خبرونه يې سره و شنو ، ډېر داسې څه به پكې ووينو،چې په ښكاره ډول د خبريالۍ ارونه او معيارونه تر پښو لاندې كوي. د بېنوا د خبري څانګې يو شم ېر همكاران پرځانګړو اژانسونو ډډه كوي او څنګه،چې اژانس د پېښې خبر وركړي، په لږ تغيير په بېنوا كې خپريږي. د بېنوا د تېرې اونۍ او يا نن ورځې كورني خبرونه راځئ د افغان اسلامي اژانس له خبرونو سره پرتله كړو، چې څومره سره ورته دي، همغه خبر، همعه توكي، همغه ژبه. تر ټولو ستره تېروتنه لا دا،چې له هرخبر سره سرچينه په خپله بېنوا � �يكل كيږي. زه دانه وايم، چې بېنوا خپل توليد نه لري، د بېنوا پر توليدي توكيو سترګې پټول هم ناځواني ده، خو دا به هم ناځواني وي، چې د رويټر او افغان اسلامي اژانس خبرونه په خپلو نومونو واړوو او بيا ورسره وليكو: د كونړ امنيه قوماندان بېنوا ته وويل....بېنوا يوازينى پښتو سايټ دى،چې د خبر موندنې لپاره د هېوادنيو او بهرميشتو هېوادنيو رسنيو سرچينه ګرځېدلې ده. موږ وياړو،چې نن په كابل كې دري ژبې رسنۍ د بېنوا پر پښتو څبرونو ډډه كوي، دغه خبري سرچينه توب او ډډه د بېنوا ستر برياليتوب دى. كله،چې يوه رسنۍ د نورو هغو لپاره د سرچينې حيثيت ورخپلوي، دا نو پخپله د اړوندې رسنۍ اتباركچه راښيي. ځينې وړانديزونه كه  ويې منئ؟!د همكارانو لپاره بايد يو  اخلا� �ي كړنلار جوړ شيخبري څانګه يې قوي او پرله غښتې شيد ساينس او كمپيوټر پر  برخه كار وشيد شننو او نورو اعلاميو د خپرواي ځايونه سره بېل شيخبري برخه له نورو سره په ځانګړي رنګ بېله شيد پاسنيو(بې پيسو) خبرتياوو او اعلاميو برخې بايد ښكته راشيد اشتهارموندنې  لپاره د همكارانو مرسته وغوښتل شي، چې مالي بنسټ يې پياوړى شييوه ژبه وكارول شي، لهجوي ليكنې سمې كړاى شي  د بېنوا چلوونكو او تخنيكي مسوولينو خالد هادي اوعبدالله احسان، بېنوا فرهنګي ټولنې، د بېنوا ليكوال پلاوي، كابل ميشتو همكارانو، شنونكو او د بېنوا ټولو مينه والو ته ددغې بريالۍ پښتو وېبپاڼې كاليزه نېكمرغه غواړو، د نورو نوښتونو په هيله  كابل- افغانستان ",بېنوا او پښتو انلاين خبريالي 3456,," کابل کې د ائيتلافى ځواکونو په اعلاميه کې پخلۍ شوى چې ٤ تنه امريکايان پرون هغه مهال د نورستان د کامديش ولسوالۍ کې ووژل شول ، چې ائيتلافى ځواکونو د م خالفينو په ضد عمليات پيل کړ . په اعلاميه کې د يو امريکايى د ټپيدو کيدو خبره هم شوې ده . له بل لوري د طالبانو يو وياند حنيف منلې چې ٢ تنه طالبان هم په جګړه کې وژل شوي دي . ده ادعا کړې چې ٧ تنه امريکايان يې هغه مهال وژلى چې له چورلکې څخه راکښته کيدل . ",نورستان کې ٤ امريکايان او ٢ طالبان وژل شوي 3457,," د هلمند ولايت وياند محى الدين منلې چې ٣ تنه ولسى وګړى پرون د ماين د چاودنې له امله د ګرشک ولسوالۍ کې وژل شوي دي . ده وويل چاودنه هغه مهال رامينځ ته شوې ده چې دولسى وګړو موټر د لارې په اږدو کې په يو خښ شوي ماين کې والووت . وياند دا کار د هېواد دښمنانو وباله . ",هلمند کې ٣ تنه ولسى وګړى وژل شوي 3458,," د پنجشنبې او جمعې په ورځو، په دوو جلاوو پېښو کې دولتى افغان پوليسو د زابل ولايت د شاجوى ولسوالۍ کې د ٤ تنو ولسى وګړو مړ ى پيدا کړي دي . دولايت وياند ګلاب � �اه د پېښې پخلۍ کړى او وايى نوموړى کسان په ډيره بې رحمانه توګه وژل شوي دي . نوموړى کسان د شاجوى ولسوالۍ د خاکه له سيمې څخه ناپيږانده کسانو له خپلو کورنو ايستلى وو . ",د ٤ تنو ولسى وګړو مړى زابل کې پيدا شوي 3459,," د سلام فرهنګي ټولني اعتراض ليک يو شمير نړيوالو خبري رسنيو داسي خبر ونه خپاره کړي چي   ،  د افغانستان اولس مشر ښاغلي حامد کرزي  د تايلند هيواد  هغه وړانديز منلئ چي د افغانستان  ملکيت دوې ستري مجسمې ( صلصال او شمامه  )  چي د طالبانو په توره دوره کي ونړول شوې  ، په تايلند کي له سره ورغول شي  . د باميانو د تاريخي او سترو مجسمو د بيا رغولو خبره نوې نه ده خو هغه څه چي په دې  خبر کي نوي بريښي هغه د دې مجسمو بيا روغونه په تايلند هيواد کي ده . خبري اژانوسونو د تايلند هيواد د صدرااعظم له خولې خبر ور کوي چي ، دقزاقستان هيواد پلازمينه کي  د يوې غونډي پر مهال د افغانستان ښاغ� �ي جمهور رئېس حامد کرزي هغه وړانديز ته هر کلۍ ويلي چي د تايلند هيواد به د افغانستان په باميان ولايت  کي د بوداوراني شوي مجسمې پاتي شوني راټول او په تايلند هيواد  کي  به يې  دبيا رغوني چاري تر سره شي . د تاي� �ند هيواد حق لري او کولای شي چي په خپل هيواد کي د بودا مجسمې  جوړي کړي ، خود تايلند هيواد  دا غوښتنه  چي د باميانو  د سترو مجسمو  پاتي شوني را ټولي او بيا د هغو پر بنسټ  په خپل هيواد کي هغه تاريخي مجسمې  له سره  ورغوي  نه د لرغونپوهني د ارونو سره سمون خوري او نه  زموږ د هيواد د ملي ګټو سره برابره ده .   سلام ف� �هنګي ټولنه دا ډول  وړانديزونه  زموږ د هيوادملي وياړنو  ته سپکاوۍ او تاريخي شتمنيو ته  ستر زيان ګڼي . او هم  په هيواد کي  دننه او بهر د کلتوري  ټولنو ، علمي  او څيړنيزو ادارو ، کلتور پوهانو او علمي شخصيتونو څخه هيله کوو  چي په خپل  وړغبرګون سره د دې او دې ته ورته وړانديزنو د پلي کېدو مخه  ونيسي . او د دې پر ځای  د هغوهڅ و ملاتړ وکړي چي  په باميان  کي د همدې مجسمو  (( طبيعي   بيا جوړونه ))  شونې شي  ، تر څو له يوې خوا  زموږ تا� �يخي شتمني بيا ورغول شي او له بلي خوا د همدې مجسمود يوزر شپږ سوه کلن شتون په دوران کي درې ستري پيښي ، ( د م جسمو جوړيدل ، ورانيدل او بيا رغول ) له سره په تاريخي  او لرغوني  باميان کي  ثبت  او وساتل  شي  . د سلام فرهنګي ټولني مشر تابه جرګه ګئ په استازيتوب پوهنوال رسول باوري ",د سلام فرهنګي ټولني اعتراض ليک 3460,," د ائيتلافى او افغانو ځواکونو په عملياتو کې ٨ تنه وسله وال مخالفين نورستان کې وژل شوي دي . دولتى چارواکو منلې چې په وژل شوو کسانو کې د طالبانو دوه سيمه ايز قوماندانان هم شته چې د نورستان د کامديش ولسوالۍ کې د عملياتو په بهير کې وژل شوي دي . ",نورستان کې ٨ تنه مخالف جنګيالى وژل شوي 3461,کاکاجان سهار," کاکاجان سهار  په د شپو روځو کې د افغانستان دولت د امنيت رياست په يوه ليک کې د هېواد خبري رسنيو ته  سپارښتنه کړېده چه پخپلو اطلاعاتو کې د هېواد ملي ګټو ته بايدپاملرنه وکړي. او که نه نو ددوی په خوله به د تل لپاره د چپ شه ټاپه ور ووهي. چه کرزي صاحب هم داخبره په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې تائيد او خپل ملاتړ يې دامنيت رياست له خپاره شوي ليک څخه وکړ. کرزي صاحب پخپلو خبرو کې د مطبوعاتو ازادی ته په غير مستقيمه توګه ګوت څنډنه وکړه. چه مطبوعات بايد ملي ګټې په پام کې ونيسي.  دا چه اوس خبره د ملي ګټو او ملي ارزښتونو ده نو راځی چه پوه شو چه: کومې ملي ګټې ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ او کوم ملي ارزښتونه ؟؟؟؟؟ موږ نه پوهېږو چه د کرزي صاحب او دده د امينيت د واکمنې ډلې هدف له ملي ګټو څخه څه دی؟  ايا خبري رسنې د کرزي صاحب  د ادارې په ولس تباه کوونکو درغليو څادر وغوړوي؟ ايا خبري رسنې د کابل د غلوا او جنګسالارانو په شوکو پرده واچوي؟ ايا خبري رسنې دا ونه وايي چه د کليو په بمباردونو کې دومره بې ګناه افغانان مړه شول؟؟ ايا خبري رسنې دا ونه وايي چه د کرزي صاحب اداره د ماهرو غلو څخه يوه منځته راغلې اداره ده؟ ايا خبري رسنې دا ونه وايي چه د کرزي صاحب اداره يوه تاريخي بې کفايته اداره ده؟؟ که داسې نه وي او خبره ريښتيا هم د ملي ګتو او ملي ارزښتونو څخه وي؟  نو کرزی صاحب  پخپله ټوله واکمنۍ کې ولې هغه يوشمېر پوچو او زهرجنو خبري رسنو ته  (( چه د تلويزيوني خپرونو رانيولې تر مهالنيو او روځپاڼو پورې  د رهين په سردمدارۍ))  څه ويل نه غوښتل، کومو چه دا څلور کاله يې زموږ د هېواد ګران افغانستان نوم يو جعلي نوم بللی،  په هېواد کې د ميشته قومونوپه تاريخي رسالت يې ملنډې وهلې، د هېواد د تاريخي ملي شخصيتونو او ملي ارزښتونو پر ضد يې په پوره ډاډ سره  ښې غوړې خپرونې  کولې او کوي يې، . ښه په � �اګه او مېړانه سره د کابل تلويزيونونه دافغانستان د يوه لوی توکم په ژبه  او رواجونوباندې  سترګې پټوي او د تلويوزيون مشر روشن تاريک په ډاګه  د هېواد د يوه لوی اکثريت توکم په ژبه خاورې اړوي. چه دا يو هم د کرزي صاحب او دده د امنيت رياست لپاره د ملي ارزښتونو دپام وړ خبره نه ده، او يوه روځ هم د دغه ټولو سپکاويو په وړاندې دکرزي صاحب او دده د امنيت رياست له خولې د ملي ارزښتونو د پام خبره تر خولې راونه وتله. ولې هغه وخت چه خبري رسنو د کابل د څو غلو د مظاهرې په نامه شوکې او لوټماری نړيوالو ته په ډاګه کړلې ، دکرزي صاحب د تش په نامه امنيت  د واکمنوساه تنګه شوه اوډېر ژريې تر خوله د ملي ارښتونو خبره راووتله. ددې څخه ښکاري چه د ک� �زي صاحب او دده د ادارې له پاره ملي ارزښتونه د افغانستان نوم، په هغه کې مشت قومونه، د افغانستان ملي او تا� �يخي شخصيتونه ، ژبې او ملي يوالی نه دي بلکه ددوی ملي ارزښتونه غلاوې او شوکې دي چه خبري رسنې بايد دهغه په هک� �ه څه ونه وايي.  ",چه دوی ملي ګټې او ملي ارزښتونه څه ته وايي؟ 3462,"انجنیر سید عبدا� �قادر"," انجنیر سید عبدالقادر په افغانستان کی ډیر چا رواکی دامنیت راوستلوسره علاقه نه لری ټول خلګ په دی با ندی پوهیږی چه په یوه مملکت کی امنیت وی هلته قانونیت وی هلته ټول خلګ په خپلو اقتصادی اواجتماعی  کارونو بوخت اوپه یوه سالمه دامنیت ډکه فضا کی ژوندکوی اودخلګوریښتینی انتخابی دولت هیڅ چاته حق نه ورکوی چه دقانون دچوکاټ څخه لیری عمل وکړی ځکه نودخلګودحقوقواوعامه شتمنیوسا تنه ددولت په لمړنیومسؤلیتونوکی کی وی دهر   جرم په مقا بل کی  د عدل اونصاف ترازوپروت وی اوپه ډیره خوشحالی اوجر ات سره خپل روز مره دژوندچاری مخ ته بیائ ولی زموږ په ګران وطن افغانستان کی چه اضافه تر دولسیزوداورپه لمبوکی دپر دیوپه بیشر ما نه لمسون سوځی اویو تعدادتالی څټی افغانان هم ددی لمبو څخه دخپلو ځانونواوپردیوپه ګټه کار اخلی ځکه نوکوښښ کوی چه دا لمبی همداسی بلی وساتی اونه غواړی چه دالمبی خاموشه شی ځکه دوی خپلی اقتصادی ګټی اوحاکمیتونه په همدی لمبوکی وینی نوپه یوه او بله بهانه دریښتینی مجرب اردواو پولیسو داکمال اوتربیی څخه لیری فاصله نیسی اوپه مقابل کی دیوه دیوال په څیر و� �اړوی ځکه اوس دافغانستان خلګو ته داسو ال پیدا سویدی چه د امریکاپه مشری دناټوقواوی دامنیت راوستلوتوانائ نه لری اوکه دامنیت راوستلوپه ستراتیژی  اوتاکتیکونوباندی نه پوهیږی چه ددی بی امنیتیوقر بانی بیا هم افغان زوریدلی ملت دی ځکه نوخلګ دا فکر کوی که دافغانستان څخه دامریکا اوناټوقواوی ووزی امنیت به ژرترژره په مملکت راسی اوخلګ  به دامنیت په فضا کی ژوندوکړی چه داهم دبی امنیتیوېومستقیم تاثیر اوانعکاس دی اوهم دطا� �بانودجنګ دمیدان تبلیغات دی  و لی په ا ووسنی بده امنیتی وضع کی که خارجی قواوی ووزی ډیره لویه انسانی فاجعه به منځ ته راسی            ولی په هر صورت که دامنیت دراوستلو په مقابل کی دولت په داسی ستر اتیژی لکه په تیرو٥ کلنوکی چه ومخ ته ایښی وه مخ ته ولاړسی شایدپسله یوه یادووکلنوڅخه به هغه ناخوالی چه دبی امنیتیوپه نتیجه په وجودراځی تلافی به ئ دولت ته دامکان څخه لیری کار وی ځکه دولت په تیرو٥ کلنوکی داردواوپولیسو وقطعاتوته هغه پخوانی ملیشی چه دجنګی ګروپونوکی تنظیم اوهم یوتعدادجنګ سالاران چه ددوی ټوله تجربه دانسانانودمنځه وړل ،چور چپاول اودعامه شتمنیو سوځول وه معرفی کړی او دهغو دلاری دولت غواړی په مملکت کی امنیت راولی اوهم دولت په ولایاتوکی دجنګ سالارانو څخه جنګی لبا سونه ایستلی په عوض کی دقومندان ،ولسوال ، اونورو چارواکو مقدس لباسونه په واغوستل چه خلګ نور دهغو څخه دشکایت ویلو حوصله نه لری ځکه ددولت چارواکی دخلګو شکایاتو ته داهمیت په سترګه نه ګوری او ډیر بی پروا چلند ورسره کوی دولت باید دتیر و٥ کلنو دبی امنیتیواصلی عامل ولټوی په داسی حال کی چه ددولت چارواکی لوړ نه ګوری او غواړی چه په کښته کی اوبه صافی کړی چه دانو وخلګو ته دیولوبی په ډول معلومیږی ٠ دولت کولای سی چه صرف څو محدودی دبی امنیتیو پیښی وڅیړی اواصلی منبع ځانته معلومه کړی ولی دولت په دتیرو کلنو کی هیڅ یو موثر قدم نه دی اخستی چه په نتیجه کی په مملکت کی امنیت ورځ په ورځ دګواښ سره مخامخ کیږی مثلا دکابل دښار دجوزا د٨ نیټی دترافیکی پیښی څخه دبی امنیتیو په ګټه کار اخستل یا دبلخ دپوهنتون دانجونو ولیلی ته څوځله دشپی له خوا دپولیسومزاحمت چه په رشتیا سره ددغسی دامنیتی قواؤ م وجودیت دافغانستان خلګ وځانته ښکاره سپکاوی بولی اویا٣ کاله مخکی دکابل دبی امنیتیو اصلی عاملین همغه په پو� �یسی لباسونوکی جنګی ګروپونه وه چه دشپی په بندیز کی به ئ دوکانونه اوکورونه چور اوچپاول کول ولی وروسته هغه چه پخوانی داخله وزیر یوتعداد مجرب پولیس جذب اومقررکړل په تیجه کی دکابل ښاریانو دارامی تنفس وکړ ی  ولی بیا هم ډیر دپخوانی جنګی ګروپو ډلی پکښی فعالیت کوی معلومه سوله چه ٨ دجوزادترافیکی پیښی څخه وروسته وبی ام نیتیو ته هم هغه دپولیسوپه لباس کی جنګی ګروپونه وه چه پولیسی لباس ئ وایستی او چور اوچپاول ته ئ زمینه م ساعده کړه اویا یو تعداد دپولیسودجملی څخه خپلو کورونو ته ولاړل نوکه په دغه شکل دافغانستان اردو اوپولیس اکمال اودحربی ښوونځی اوحربی پوهنتوتونونودروازی تړلی وی نو دافغانستان دولت به دخارجی تیریو اوداخلی بی امنیتیو په مقابل کی په دغه مسلحو قواؤ باندی وکړای سی چه دوطن او خپلو خلګو دفاع وکړی چه دا ټوله دافغانستان دولت ته لوی تجربی دی چه باید دخلګو په ګټه زده کړه ځینی وکړی ٠ ", ډیر چا رواکی دامنیت راوستلوسره علاقه نه لری 3463,صدیق الله بدر," باور وكړئ، چې له ډېرو خپرونو سره، چې په ليرو پرتو سيمو كې چاپېږي، ستاسو يعنې د بېنوا له لارې بلد شوى يم او دا ځكه چې له اطرافو څخه كابل ته دومره خپرونې نه � �اځي او كه راشي هم كمې وي او ټولو ته نه رسېږي. خو دا ستاسو كمال دى، چې درنو بېنوا والو! سلامونه! د كالېزې مباركي دركوم . خداى مو تل سرلوړي او د ولس په چوپړ كې لره. د بېنوا په خپرولو سره مو پښتو نړيواله كړه. ستاسو دا ګام ځكه ستايم او د قدر په سترګه ورته ګورم ، چې تاسو حتى د پښتو محلي خپرونو ته  د خپل په � �منه كې ځاى وركړى. باور  وكړئ، چې له ډېرو خپرونو سره، چې په ليرو پرتو سيمو كې چاپېږي، ستاسو يعنې د بېنوا � �ه لارې بلد شوى يم او دا ځكه چې له اطرافو څخه كابل ته دومره خپرونې نه راځي او كه راشي هم كمې وي او ټولو ته نه � �سېږي. خو دا ستاسو كمال دى، چې افغاني محلي خپرونې مو  نړيوالې  كړې. يو وړانديز چې لرم هغه دا دى،كه چېرې وسه مو رسېږي، د پښتو ادب فلوكلوريكې برخې ته ډېره پاملرنه وكړئ او ويې ځلوئ، زه چې ګورم په نورو پښتو سايټونو كې هم په منظم او اساسي ډول كار ورته نه كېږي. زما نظ ر دا دى كه چېرې موږ د پښتو سايټونو له لارې خپل ادب په نړيوالو ژبو وژباړو او نړيوالو ته يې ورسوو، نو دا بۀ مو يو لوى كار كړى وي. بيا هم د كاليزې مباركي دركوم، خداى م و نور هم ګړندى كړه. دا بېنوا وه، چې نور پښتو سايټونه هم د انټرنيټ پر مخ راغلل او نن سبا د خداى فضل دى، زيات پښتو سايټونه لرو. هو! دا د بېنوا بركت و. ", د بېنوا په خپرولو سره مو پښتو نړيواله كړه. 3464,," د طالبانو يو وياند ډاکتر حنيف له خب� �ى رسنيو سره ويلى چې د بريد او جګړې په ترځ کې يې پرون شپه ١٠ تنه ائيتلافى عسکر د کنړ په کوړنګل سيمه کې وژلى دي . د ده په وينا جګړه هغه مهال د دواړو لورو ترمينځ ګرمه شوه چې طالبانود ائيتلافى ځواکونو په کاروان وسله وال ب� �يد وکړ . ائيتلافى ځواکونو په دې اړوند په رسمى توګه څه نه دي ويلى . ",طالبان وايى ١٠ تنه ائيتلافى عسکر يې کنړ کې وژلي 3465,کاکاجان سهار," کاکاجان سهارافغانستان ته د اعتلافي قواوو په راتلو، د کرزي صاحب په واکمنی او د غربي هېوادونو په تودو وعدو سره په سلو کې تر 95 زياتو افغانانوته ددې اميد پيدا شوئ ووچه ګوندې نور په افغانستان کې د ورانيو ټغرنه يوازې داچه ټول بلکه ډېر ژر به افغانستان يو ډېر وړاندې تللی او غوړېدلی هېواد وي.ددوی دغه هيلې ډېرې هوايي هم نه ښکارېدلې او د هغه لپاره کافي عيني شرايط هم موجود وو. د بېلګې په توګه: الف- افغانان په اخري اندازه د جنګ څخه ستړي وو. دوی هسې پلمه غوښته تر څو نور د جنګ په نغريو د تل � �پاره خاورې واړول شي. دوی په غالب ګمان سره دا انګېرلې وه چه د افغانستان د تېر جنګ هغه ماشين چه د غربيانو په � �اس يې پرزې په حرکت راغلې وې(د مجاهدينو جنګي مشران) به هم اوس د روسانو د جنګي ماشين په شان نور دړې وړې شي او ټول افغانان به يودبل سره پرته له کومو جنګي کينو اونفرتونو څخه سره بېرته کور او کلی شي. نو ځکه يواز تر ډېر مح دود طرف خلکو پرته نورو ټولو افغانانو داسې فکر کاوه لکه په هېواد يې چه يو نوی ژوند راغلی وي. ب- ټول کورني او بهرني جنګي ماشينونه او د هغه چلوونکي فلج وو. ددغه جنګي ماشينونو زياتره د طالب واکمنو په لاسونو له کاره غورځېدلي وواو هغه نور يې چه پاته وو هم د خپل سر خير ته راضي ښکارېدل. زياتره ور سره دا توان نه وو پاته چه نور ددومره لوړ نړيوال زور په وړاندې کوم څه وکولای شي.ج- د غربي هېوادونو تر خبرو لاندې باندې د ميلياردونو دال� �و مرستې خبرې او اوازې تر سړېدو نه پاتېدلې، اوداخو لاڅه کړې چه د نړۍ زياتره هېوادونوهم د جاپان په کنفرانسو کې � �ه افغانستان سره د ميليونونو دالرو مرستوژمنې وکړې. چه افغانانو ددې ژمنو په اورېدو سره نور پخپل هېواد کې د سر په دنيا بلاتشبه د جنت خوبونه ليدلد- د افغان ولس په منځ کې د غرب لپاره ډېر ښه ذهنيت موجود وو. دا ښه ذهنيت د يوې روځې خبره اومحصول نه وه، داد کلونو کلونو ښو اړيکو په پای کې تر لاسه شوی وو، چه د روس سره د جګړې په وخت له افغانانو څخه د غربي هېوادونو د ملاتړ په واسطه نور هم ډېر مظبوط شوئ وو.د- پخپله د کرزي صاحب ټاکل کېدل بيله کومې استثنا د ټولو افغانانو لپاره يوه ډېره درنه هيله وه. د کرزي صاحب په هکله ټول هېواد ځان سرلوړی بللو. دلته څو علتونه وو لکه: 1-کرزئ صاحب د کندهار وو، داچه ټولو افغانانو دا باور در لود چه افغانستان پرته له کندهاره نه جوړېږي، 2- کرزي صاحب په يوه ملي درېځه کورنی کې را لوی شوی و،3- تر ټولو مهمه خو لاداوه چه هغه د افغانستان په روانو جنګونو کې يو بر برخې کس ښکارېدو. 4- هغه خلکو ته ډېر سخت درېځه نه ښکارېدويعنی خلکو هغه يو داسې شخص فکر کولو چه د هېواد ټولې ډلې او ولسونه ور باندې راټولېدلای شي. 5- غرب ته هم ګران او نيږدې دی. و- هېواد ته د غربي قواوو په راتلو سره د افغانانو زړونه لږ نور هم په حالاتو تکيه او ډاډه ښکارېدل. دوی فکر کولو چه غربي قواووې ددوی د هېواد د سماوي او امن لپاره هلته راغلې دي او ټول هغه عوامل چه د هېواد امن خرابوي له منځه وړي. جنګسالاران او  نور ولس دښمنه څېرې به ددې قواوو په وړاندې ډېرې پيکه اوله کاره ولوېږي. خو افسوس چه د افغان ولس تر يوه پنځه کلن سکوت وروسته دا هر څه بدل راووتل: د ولس ټولې هيلې ورېژېدې. اوددې ولس په ژوند کې يو ط� �ايي فرصت په سيند لاهو شو. که څه هم لويه جرګه، اساسي قانون ، او پارلمان د ميلياردونو دالرود خوړلوپه زور م نځته راوستل شول. خو کومه لويه جرګه چه استازي يې د ولس د مشرانو په ځای ټول جنګسالاران او لوټماران وو، کوم پارلمان چه په سلو کې تر 90 پکې زيات جنګسالاران ناست وټاکل شول. ددې حالاتو په ليدو سره ولس ته د کرزي صاحب د واکمنی په کمزوری او بې ايمانی شکونه  پيدا شول. اوس اوس داسې ښکاري چه غربيان هم په افغانستان کې د � �وسانو په پلو قدمونه ږدي. ځکه:1) په تېره اونی کې د ملي امنيت له پلوه د مطبوعاتو تر سانسور وروسته مې د کم ونستانو وختونه سترګو ته ودرېدل. چه هغه وخت به هم چا غربي راډيوګانې نشو اورېدلای. د دولت ګناهونو ته ګوته نيول عظيمه ګناه ګڼل کېده.  مطبوعات ټول د هغه وخت د واکمنۍ په چوپړ کې وو. نوځکه به هر چا په تېره بياهم غربيانو ويل چه په افغانستان کې د مطبوعاتو ازادي نشته. اوس ګوره چه ددوی په وخت کې هم د همغه سانسورونو دروازه نيم کښه شوه.  2) څو ورځې مخکې د افغانستان ددفاع وزيرد عسکري جلب او احضار په هکله هم تر شونډو لاندې يادونه وکړه. 3) په کليو او بانډو باندې دروسانو او کمونستانو د وختونو په شان نظامي عمليات او بمباردونه شروع شول. چه ډېرې ښه بېلګه يې په دا لنډو وختونو کې په کندهار کې د پنجوايي په کليو باندې نظامي عمليات وو چه په لسګونو بې ګناه افغانانو ژوند ته بيا هم د پای ټکی کېښودل شو. 4) د افغانستان ددفاع وزير له څرګندونو څخه داسې ښکاري چه د افغانستان د پوځ شمېره دوو لکو ته لوړه  شي، ددې معنی داده چه غربي قوتونه هم غواړي چه د روسانو په شان له افغاني پوځ څخه د خپلو مخالفينو په وړاندې د سپر کار واخلي.5) هغه يو څه چه نه کرزی صاحب او نه د هغه ملګري غربي قوتونه يې هم د روسانو په شان کول نه غواړي هغه دڅو غلو تر پښو لاندې کول او د اکثريت ولس غوښتنو ته تسليمېدل دي. موږ وينو چه د ټول افغانستان  په تېره بياهم دکابل واکمنې کړۍ د غلو په يوه داسې سازمان کې سره تنظيم شوېدي، چه بهرني قوتونه يې هم د کنټرول لپاره وارخطا کېږي. د بېلګې په توګه د کابل د تېرو ورځو شوکو دا وښودله چه دغه غله اوس هم په کابل او ولاياتو کې ښه منظم او با سازمانه دي. د پارلمان له مشر او وزېرانو رانيولې بيا ترعسکر او پو� �يسه پورې ټول د شوکو او لوټمارۍ په پلان کې سره شريک دي. دغلو دغه تنظيم شويو ډلو د يوه ترافيکي پېښې په پلمه چه هر ځای يې د پېښېدو امکان شته او مخنيوی يې نا ممکن دی يوځل بيا خپله اصلي څېره څرګنده کړه په مليونونو ملي شتمنی يې زيانمنې او غلا کړې. دکرزي صاحب ددولت د لوړ پوړو چارواکو وروڼه او خپلوان  د هغه شوکو او مظاهرو په لومړي سرکې روان وو. د کابل ملي پوليس چه د شمالي غلو د ډلو څخه ترتيب او منځته راغلي دي هم په دغه شوکو کې فعاله ګډون درلود. دملي پوځ او بهرنيو قواوو سره- سره دوی نيږدې وو چه د څو ګړيو په موده کې ټول کابل ونيسي. او د کرزي صاحب ځاله هم محاصره کړي. تاسو دکرزي صاحب  د غلو جوړ ملي پوليس او اردو چه کرزئ صاحب يې هر وخت د جوړېدو لاپې وهي وليدل،  چه دشوکماروسره يې په ګډه د جيوال خوله نيولې وه. شرم يو ځل بياهم شرم 6) ) په راتلونکي قدم کې به دوی هم د ځانونو د ساتلو لپاره ماينونه کري.7) لکه د کمونستانو په وخت کې به په ښارونو کې د اسنادو پوښتنې هم شروع کوي.8) د  ښوونځيو د لوړو ټولګيو زده کوونکي به ځوانان عسکري خدمت ته وړل کېدل هم پيل کوي. او نورکه داسې وشي دا به ټول هغه کارونه وي چه د کرزي صاحب تر پلو به د ملا عمر پلو پياوړئ کړي. ",دوی هم دروسانو په پله ځي 3466,," ائيتلافى ځواکونو په يوه خپره شوې پاڼه کې ويلى چې تيرو دووورځو کې يې ٣٠ تنه طالب حنګيالى د افغانستان جنوب کې وژلي دي .دوينا له مخې ارزګان کې په دوو جلاوو عملياتو او بريدونو کې د پنجشنبې او چهارشنبې په ورځو کې ٨ تنه او ١٧ تنه او هلمند کې ٦ تنه طالب جنګيالى وژل شوي دي .همداشان ويل شوى چې ٦ تنه يې له وسلو سره يو ځاى نيولى دى .له بل لوري طالب وياند ادعا کړې چې د ترين کوټ د سرمرغاب سيمه کې يې ١٥ تنه بهرنى او کورنى فوځيان وژلي دي . ",ائيتلافى ځواکونه وايى ٣٠ تنه جنګيالى يې وژلي 3467,م، محبوب کابل," چې مې خوږه کړه ستا دمينې په شکرو ژبه هله مې زده کړه ستا دح سن  دسندرو  ژبه زه  خو  دجنګ  او د ټوپک په ژبه  نه  پوهېږم   ما  س� �ه  وايه  د تو تيا نو   د کو ترو    ژبه دلته رښتوني اوازونه زړه کې ګونګ پاتي ديدلته  خو هر چا ده پلورلې په سرو  زرو  ژبه نور  دبې وزلو او کمزورو اواز نه  او� �ي څوکشوه  زوروره  پر  هر ځای  د زورورو   ژبه په خاموشۍکې مې دمينې سل رازونه پټ ديمحبوبه  څنګه  اموخته  کړم  په  خبرو  ژبه ",دکوترو ژبه 3468,," نورستان کې افغان دولتى چارواکو منلې چې ددغه ولايت د روغتيايى چارو ٥ تنه کارکونکى د پنجشنبې ورځ د کامديش ولسوالۍ کې د ناپيږانده وسله والو کسانو له خوا تښتول شوي دي . په تښتول شوو کسانو کې د نورستان د روغيتا د څانګې مشر ډاکتر حضرت شاه هم شامل دى . ددغه و� �ايت وياند له بينوا سره د پېښې پخلۍ وکړ او زياته يې کړه نوموړى کسان برګ مټال ولسوالۍته د يو روغتيايى کلنيک د پرانيستلو په موخه تللى وو ، چې بيرته د راستنيدو په مهال يې د لارې په اوږدو کې په موټر وسله وال بريد شوي دي او تښتول شوي دي . ",نورستان کې ٥ تنه روغتيايى چارواکى تښتول شوي 3469,اما ن الله نصرت," زخمي احساس تورې تیارې خنجر په لاس سپینه سپوږمئ مې وژنيدخزانونو  سترګې  سرې دي  ګل غوټۍ  مې  وژني د  ژوند  میرو   کې   تږی   تږی   سرګردانه    ګرځمجانانه  لاس  راکړه  چې  تنده   لیونۍ  م ې     وژني د  ژوند    رباب   نن   غږوي   راته   م� �ګوني    نغمېښکاري   وختونه   د   خیالونو   درخانۍ   مې   وژني د نسیم   زلفې   د   شبنم   په   اوښکو   و لمبیدېقاتل  خزان  د زخمي  ګل  تږې  سلګۍ  مې   وژني بیا  د  ژوندون  پر  اننګو  د  م� �ګي  غشي  خښ  ديد   غم    حالات  د   ارما نو نو    ناوکۍ   مي   وژني خیال مې زخمي احساس زخمي زړه مې زخمي زخمي ديخوني   دیوان  د   غز لو نو    ښاپیرۍ   مې   وژني نصرته  څو   به   لا   مزل   کوم   د   وینو    په   لارقاتل   باڼه   د  دلبر   سترګې   خونړۍ   مې   وژني ",زخمي احساس 3470,," دولتىپوليس توانيدلى چې د کابل ښار د پنځمې ناحيې اړوندد موټرو په يو سراى کې د تيلو له يو ټانکر څخه ٢٥٠ کيلو ګرامه چاوديدونکى توکى چې په ١٤ صندوقونو کې ځاى پرځاى شوي وو ،ترلاسه کړي دي . د پوليسو د پنځمې حوزې مشر بينوا سره دپېښې پخلۍ وکړ او زياته يې په دې اړوند پلټنې پيل شوې او د پېښې په تور تر دم ګړۍ څوک نه دي نيول شوي . همدا شان پوليسو د کابل ښار د بهارستان سيمه کې دوه تنه پنجشيريان د ناقانونه وسلو دلرلوپه تور نيولى دى . ",کابل کې ٢٥٠ کيلو ګرامه چاوديدونکى توکى نيول شوي 3471,امان الله نصرت," مات کچکولزما زړه دې د وربل په دام نیولیبیا د زلفو تور لښکر دې لام نیولی پسې واړه صف ولاړ په اقتدا ديد تندي خال دې بڼو امام نیولی د اسمان سپوږ مۍ دسوال کچکول پرغاړهستا د سپین مخ پلوشو ته جام نیولی د وختونو  په  بټیو  کې   سوځېږم رقېبانو  راته  در   او    بام    نیولی بیا د زاڼو امیلونه  تار  په  تار  شولصیادانو  مو  د  چم  زمام     نیولی ما ویل زه به د سحر انګي ښکل کړمخو  منزل  راته  تیاره  ماښام  نیولی اشنا ستا د  بڼو غشي  پرې  وریږي (نصرت ) ځکه ورته  زړه  ارام  نیولی ",مات کچکول 3472,," ", 3473,," ", 3474,"لايق وياند"," لايق وياند. كابل",سوله ساتنه که د اسلامی ملکونو نیواک؟ 3475,"رحیم گل څا� �وان-دوحه قطر","                                             &nbs; p;                   وفاداره پیشو حاجي ملنگ دجگدلي دغره یوه کمره ته ډډه وهلې وه، دغره ددې کمره بل لورته دمجاهدینو لوی غونډ وه، دغونډ قومندان فیصل نومیده خورا تکړه قومندان وه هر چېرې به چې غزا ته لاړ بریالی به راستنیده هر ځل به یې پر روسانو رڼا ورځ توره شپه کړې وه. له قومندان فیصل سره پدغه غونډ کې شپږ سوه شاوخوا مجاهدین نور هم ول دحیرانۍ خبره خو دقوم ندان فیصل په اړه داوه چې عمر یې شلو کالو ته رسیده په عمر ډېر تنکی ځوان بلل کیده. مجاهدین پدغه ورځ له قومندان فیصل سره یوځای وریښمین تنگي ته تللي وه او حاجي ملنگ یې یوازې په غونډ کې دڅو خیمو او غونډ ساتلو لپاره پریښی وه په غونډ کې دوه لوې څمڅې هم وي دا څمڅو ددوی � �پاره دډیپوگانو بڼه درلوده. حاجي ملنگ لوښي له پخلنځي نه بهر همدې کمره ته راوویستل  او په وینځلو یې بوخت شو چې له شا خوا نه یې دیو شي دخرپ او ترپ اواز تر غوږو ورسید ناڅاپه یې وانگیرله چې گوندې څوک څمڅې ته دننه شو کلا شینکوف یې راواخیسته او په یوه ټوپ سره یې ځان څمڅې ته ورساوه په ډېر پام سره یې دڅم څې پرده لرې کوله چې له شانه دخیمې له غولي نه دپیشو دمیو میو اواز اوچت شو لږ ډاډه غوندې شو چې گوندې دښمن خو ندی خو حیرانۍ په مخه کړ چې دا پیشو څنگه تر غونډه رارسیدلې. دپیشو له څنگه تیر شو او دپخلنځي خونې ته ورننوت په یوه دیگي کې بیگانۍ غوښه پاتې وه غوښه یې په ډوډۍ کې ونغاړله او پیشو ته یې واچوله پیشو هم چې غوښه ولیده له خوشحالۍ یې ورته ټوپکې ووهلې لکه دڅو ورځو چې نهاره وي پیشو غوښه ټوله وخوړه بڅرکی هم ترې پاتې ن� �و. په همدې کې وه چې مازدیگر شو ټول مجاهدین له سنگر نه راغلل حاجي ملنگ دخوراک لپاره اخلی پخلی کړی وه خو دا چې مجاهدین لوږي په تنگ کړي وه نو هر څه چې حاجي ملنگ تیار کړي وه په زیړي مازدیگر یې وخوړل. پیشو هم ښکته او پورته کیدله دماښام تیارې خورې وې  په څم څه کې قومندان له نورو ملگرو سره یوځای دشیطان څراغ رڼا ته ناست وو چې پیشو غلې څمڅې ته ننوته پښې یې مخ ته وغزولې سر یې په پښو کیښود سترگې یې بړقې بړقې نیغې قومندان فیصل ته ونیوې دقومندان فیصل هم ورته پام شو په حاجي ملنگ یې غږ وکړ دا پیشو له کومه راغلې؟   حاجي ملنگ وویل ښایي له م هاجرو به پاتې وي. مجاهدین دماسخوتن له لمانځه وروسته ټول ویده شول او حاجي ملنگ ته یې دپیرې دنده وسپارله دشپې تر نیمایي پوره به غونډ ساتي حاجي ملنگ کلاشینکوف را واخیسته او له څمڅ ې باندې دگزمې لپاره بهر ووت نیم ساعت به یې گزمه نه وه کړې چې خوب پرې زورور شو او په ژور خوب ویده شو لا به دحاجي ملنگ یو ساعت خوب نه وه پوره شوی چې ناڅاپه دپیشو چېغې شوې دپیشو چېغې دومره په زور کې وې چې دغونډ ټول مجاهدین يې راویښ کړل  ټولو خپل ټوپک � �اواخیستل هر یو له څمڅې بهر شو گوري بهر رڼا ورځ ده روسۍ چورلکو په غونډ رڼايي اچولې او چورلکې عسکر په غونډ دحملې لپاره پلي کوي قومندان فیصل په ډېره چابکۍ مجاهدینو ته دغونډ دپریښودو امر وکړ لږ وروسته گرم ه جگړه ونښته څو مجاهدین په پرلپسې ډول شهیدان شول دډزو او گولیو اوازونو په اسمان کې شور ماشور جوړ کړ جگړه اوږده شوه او تر سهاره وغزیده.  سهار وختي لا لمر نه وه راختلی چې روسۍ چورلکې بیرته لاړې قومندان فیصل م جاهدینو ته وویل چې دجگدلي غونډ دې نن پریږدي او دحصارک غره ته دې ځانونه ورسوي په حصارک کې هم څمڅې وې. م جاهدین به ځېنې وخت هلته ورتلل ماښام خپلې تیارې خورولې لمر هم زیړې وړانگې لویدو ته په مخه کړې وې چې مجاهدین دح صارک څمڅو ته ورسیدل لږه شیبه غلي ناست ول ټولو دتیرې شپې دجگړې په اړه سوچ کاوه قومندان فیصل دنورو مجاهدینو دسوچ لړۍ ورغوڅه کړه وې ویل زه فکر کوم دتیرې شپې دجگړې گټونکې پیشو وه زمونږ د ټولو ژوند یې را وژغوره که نه نو یا به روسانو ژوندي نیولي وو او یا به یې هم شهیدان کړي وو. یوه مجاهد حاجي ملنگ ته مخ واړاوه ورته په تونده لهجه یې وویل تر تا پیشو غوره جهاد وکړ ته خو هسې په نوم مجاهد یې. بل دڅمڅې له کونج نه سر له چیرکي بسترې اوچت کړ قومندان فیصل ته یې وکتل قومندان صیب هغه پیشو ډېره تکړه وه ما ولیدله یوه روسي په تا دکلاشینکوفې نښه ایښې وه که پیشو نه وای نو هغه روسي په تا ډزه کوله خو پیشو ورمنډه کړه اودروسي په مخ یې شوگارې ولگولې د� �وسي سور مخ یې په وینو سور کړ. هر یوه له تیرې جگړې خاطره اوروله قومندان فیصل غږ کړ چې پیشو بیا څه شوه؟ حاجي ملنگ چې تر دې وخته ملامتۍ غلی کښینولی وه خپل ستونی یې پاک کړ دقومندان صیب پوښتنه یې ځواب کړه پیشو بیچاره گۍ خو له مونږ هملته پاتې ده لا دحاجي ملنگ ځواب نه وه پای ته رسیدلی چې دهماغې پیشو دم یو میو اواز له څمڅې دباندې پورته شو. قومندان پخپله باندې ووت او پیشو یې له هغه لوري په غيږ کې نیولې څمڅې ته � �اوړه. دوه ورځې مجاهدین په حصارک کې پاتې شول دریمه ورځ سهار وختي قومندان فیصل دمجاهدینو دکتار مخ ته ودرید دجهاد پر گټو یې خبرې وکړې او دا پریکړه یې وکړه چې دماهیپر تنگي په لور به خوځیږي او که خدای کول نو ډېر زر به له عملیاتو وروسته بیرته دحصارک غونډ ته راستنیږي قومندان فیصل وویل زما خوښه ده پیشو هم له ځان سره یوسو خو نورو مجاهدینو خوښه ورنکړه نورو ویل پیشو به همدلته پریږدو هسې هم زر بیرته راستنیږو. پیشو غلې دیوې تیگې خواته ناسته وه لکه هر څه چې څاري قومندان فیصل پیشو ته نیږدې ورغی دپیشو په سر یې لاس کش کړ او په لوړ اواز یې وویل دافغانستان په جهاد کې خدای پاک له مونږ سره حیوانات هم ملگري کړي که بیرته را وگرځو نو خامخا به دپیشو قدر کوو. له خبرو وروسته دمجاهدینو لوی کتار دماهیپر په لور وخوځېد پیشو هم تر یوه ځایه مجاهدینو سره یوځای لاړه خو بیرته وگرځیده. پو� �ه ټوله ورځ مجاهدینو پلی مزل وکړ شپه پخه وه چې مجاهدین دلته بند دگزک کلي ته ورسیدل دگزک کلی نیم ساعت دماهیپر له بریښناکوټ نه لرې دی له کلي کلیوالو پخوا کډه کړې وه کورونه ټول تش ول  مجاهدینو شپه په همدې کلي کې تیره کړه سبا سهار وختي دگزک دکلي په تنگي تیر شول دماهیپربریښناکوټ ته ورسیدل خو قومندان فیصل م جاهدینو ته وویل چې دبریښناکوټ سیمه پریږدي او دکابل په لور په سړک وخوځیږي همداسې وشول قومندان فیصل ته له پخوا خبر ورغلی وه چې دماهیپر په همدې لار دروسانو لوی نظامي کاروان جلال اباد ته تیریدونکی دی نو ځکه خو قومندان فیصل دداسې ځای دلټون هڅه کوله ترڅو له روسانو نره جگړه وکړي. دوی دپاخه سړک په لار کې وه چې ناببره دروسانو کاروان په مخ ورغی.   رڼا ورځ توره شپه شوه له هر لوري دډزو، گولیو او داخ اوخ اوازونه اوچت شول مجاهدینو کې چا دسړک نه لاندې په سیند کې سنگر ونیوه او څوک غرونو ته وختل قومندان فیصل په لوړ اواز دتکبیر چغه وکړه او په روسانو اور بل اعلان یې وکړ جگړه سخته شوه دروسانو ټانگونو یو په بله پسې اور اخیست له روسانو هم لوری ورک وه نه پوهیدل څه وکړي � �یبه وروسته روسۍ چورلکې سیمې ته ورسیدلې او په مجاهدینو یې سختې بمبارۍ وکړې جگړه څو ساعته اوږده شوه روسۍ چورلکې او دنظامي کاروان څه ټانگونه بیرته دکابل لور ته ستانه شول مجاهدین هم ستړي شوي وه. دخپلو پاتو شهیدانو په راټولولو بوخت ول حاجي ملنگ دجگړې په مهال دقومندان فیصل شهادت او وروستۍ سلگۍ لیدلې وې په ژړا ډک اواز یې نور مجاهدین دځان لورته وروبلل او دځوان شهید فیصل جسد چې په وینو لا لوند وه په گډه په اس تړلي کټ ته لوړ کړ.  دفیصل په څیر زړور او تنکي ځوان مجاهد قومندان ته دهر مجاهد سترگې له اوښکو ډکې وې تر دې چې  اس ورته ژړلې دشهید فیصل ناواده شوې ښځه هم نوره کونډه وه. دڅو ساعت مزل وروسته دشهید فیصل جسد دده پلرني کلي یخې چینې ته ورسید هر لورته چغې وې دژړاگانو تریخو غږونو غرونه په لړزه راوستي وه هر چا به ویل فیصل شهید شو. ح اجي ملنگ دشهید شوي ځوان مشر په تابوت سر ایښی وه او له ډېرې ژړا نور سربداله معلومیده سر یې له تابوت لوړ کړ سترگې یې ښکته پورته کړلې او په لاسونو یې ومښلې دتابوت لاندې یې په یو شي سترگې خښې شوې لږ ځیر شو گوري هماغه پیشو ناسته ده دپیشو له سترگو داوښکو سیند بهیږي دپیشو شنې سترگې سرې شوې وې رنگ یې الوتی وه دمیو میو له چیغو وتې وه.  لږه شیبه وروسته دشهید جنازه وشوه مرحوم جسد یې په کټ کې واخیستل شو او کیندل شوي قبر ته ورسیدل دحاجي ملنگ پیشو ته پام وه کله به دجنازې له کټ نه مخکې شوه او کله به � �اته لاړه.   دمرحوم شهید جسد په قبر کې کیښودل شو مجاهدو ملگرو یې په قبر خاورې واړولې او دوعا یې دمرحوم روح ته وکړه. حاجي ملنگ لا پیشو ته کتل دپیشو له سترگو هماغسې اوښکې تلې، پیشو غمجنه وه دشهید خاورو ته سپارلو نه وروسته حاجي ملنگ بیا پیشو په خپلو سترگو ونه لیده.                                 &nbs; p;                               & nbsp;                         رحیم گل  څاروان-دوحه قط� �   ",وفاداره پیشو 3476,"ګل � �غا احمدي وردګ"," له هر څه د مخه د بینوا د پښتو بریښنا پاڼې د دوهمې کلیزې مبارکي د دغه بریالی یون درنو چ� �ونکو او ټول افغان ولس ته وایم. د لوی خدای ج شکر دی چې نن ورځ زموږ خوږه او شرینه پښتو ژبه د نړۍ له سیالو ژبو س� �ه د سیالۍ ډګر ته راوتلې او نوموړې سیالي د محل رنګین ګلونه په خندا شولسندریز بلبلان ناڅي په هوا شولنوو هیلو ته یې غیږ د هڅو ورکړهدوه کلونه مو پوره د بینوا شول له هر څه د مخه د بینوا د پښتو بریښنا پاڼې د دوهمې کلیزې مبارکي د دغه بریالی یون درنو چلونکو او ټول افغان ولس ته وایم. د لوی خدای ج � �کر دی چې نن ورځ زموږ خوږه او شرینه پښتو ژبه د نړۍ له سیالو ژبو سره د سیالۍ ډګر ته راوتلې او نوموړې سیالي نه یوازې د پوهنې، ادب او کلتور په څانګو کې بلکي د اړیکتیایي او خبرتیایي ټکنالوجۍ په  څانګه کې هم په مناسبه پیم انه تر سترګو کیږی. خو دا ټول کارونه تصادفي بڼه نه لري او نه هم په تصادفي او طبیعي شکل  رامنځته شوي دي بلکي د یو شمیر علم دوستو، هنر دوستو، هیوادپالو، خواری کښو او ریښتینو افغان پوهانو او نه ستړي کیدونکو ځوانانو په مټ را منځته شوي دي چې د بنیوا ټکی کام کاري ډله د دغه راز او داسې نورو غوره  صفاتو پوره پوره وړتیا لري. بیا هم د دوی په منځ کې ګران او هڅاند ورور خالد هادي حیدري هغه ځوان دی چې د خپلو هر اړخیزو هڅو په وسیله یې و کولای شول چې په دې ښکلي ډګر او پوهنیز ماحول کې د ډیرو نورو افغان ځوانانو لپاره د یوې روښانه نمونې په شکل را څرګند شي چې موږ ګران ورور هادی جان ته د دغه بریاوو له کبله مبارکي وایو، هغه او ملګرو ته یې د لا زیاتو بریاوو غوښتونکي یو او ورته وایو چې ستاسو په هڅو او پوهنیز یون دې برکت وي.نن ورځ پښتو ژبه د خپل پرمختګ په داسې هسکو ټیټو کې مزل کوي چې څه نا څه د قناعت وړ دی او لرې نه ده چې د افغان هیوادپالو پوهانو او نه ستړی کیدونکو ځوانانو پرمټ به  د دغه ویاړلي ولس ژبه د کلتوري بډاینې په لوري ګړندي ګامونه ږدي او خپل هر اړخیز یون ته به له پخوا څخه زیات ګړندیتوب وربخښي.پښتو بریښنا پاڼې د وخت یوه اړتیا ده او د نړۍ د هر ولس او هیواد په څیر افغانستان هم د خپلو فرهنګي او کلتوري یون د پراختیا لپاره دغه راز هڅو او عملي ګامونو ته په لویه پیمانه ضرورت لري. سره له دې چې د معیار په نظر کې نیول هم باید له پامه و نه غورزول شي پښتو ژبه نن ورځ د ګڼو او هر اړخیزو بریښنا پاڼو شاهده ده چې د هیواد د ننه او بهر کې په فعالیت بوختې دي چې موږ ټولو ته د لا زیات کار او هڅو توفیق د لوی خدای له دربار څخه غواړو او د معیار لور ته یې را بولو.د بینوا ټکی کام بریښنایي پاڼې پخپل دوه کلن ژوند کې له اټکل څخه زیات پرمختګ او د افغان ولس فرهنګي، کلتوري او تاریخي چوپړ کړی دی چې د تاریخ په ډیر اساس پړاو کې یې دغه مبارک کار ته مټې را ونغښتې او په خورا ډاډ سره یې د نوې ټکنالوجۍ په ډګر کې د پښتو ژبې د پرمختګ کاروان ته ګړندیتو په برخه کړ. بینوا ټکی کام پښتو بریښنا پاڼه سره له دې چې د ژوند په زیاتو برخو کې د پام وړ بریاوې او لاسته راوړنې لري، خپلې زیرمې او د معلوماتو بانکونه له خورا ګټورو معلوماتو څخه ډک کړي او د افغان ولس په واک کې یې ایښي دي چې د پاڼې اوسني محتویات د ګڼو سرلیکونو په درلودلو سره زموږ د دې ادعا غوره شاهدان دي خو د دې ګلورینو هڅو لا پ� �اختیا ته اړتیا لیدل کیږی.د دې لپاره چې د نومړې بریښنا پاڼې زیرمې نورې هم بډایې او د غوره خدمت جوګه شي نو م وږ هم په  خپل وار سره ځینې نیګړي  وړاندیزونه ورته مطرح او د ګرانو لوستونکیو پاملرنه ورته را اړوو.لومړی: دکمپیوټر او معلوماتی ټکنالوجۍ په برخه کېپښتو بریښنا پاڼې او بیا په ځانګړي ډول بنیوا ټکی کام په دې اړه د� �وند مسوولیت لری څو د افغانستان نوی نسل په پراخه پیمانه له نوې معلوماتي ټکنالوجۍ سره بلد کړي او زموږ په آند که د بینوا ټکی کام پښتو بریښنا پاڼه لاندې ټکي په خپله کاري اجندا کې داخل کړي ښه به وي:· پښتو کمپیوټري  � �یکشنري او قاموس جوړونه او یا د جوړو شوو قاموسونو ښودل البته چې نوموړې ډیکشنرۍ په پښتوـ پښتو، پښتوـانګ� �یزی، انګریزی ـ پښتو، پښتوـ فارسي، پښتوـ عربي او داسې نورو ژبو.· د پښتو ژبې د زده کړې لپاره ګټور او په زړه پورې کمپیوټري پروګرامونه تهیه شی ځکه چې اوس مهال یو زیات شمیر افغانان چې له هیواد څخه بهر اوسیږی د خپلو او� �ادونو لپاره د پښتو ژبې زده کړو ته لیوال دي. همدارنګه د هیواد په داخل کې هم زیات کسان شته دي چې د خپلې پښتو ژبې معیاري زدکړو ته اړتیا لري او غواړي چې د خپلې تندې د ماتولو لپاره د بینوا ټکی کام او نورو پښتو پریښنایي پاڼو روزنیز پروګرامونه وګوري او خپله تنده ماته کړي.·  د دې لپاره چې د معلوماتي ټکنالوجۍ له لارې مو د خپل ولس هر اړخیزه پراختیا په نظر کې نیولې وي، بینوا ټکی کام کولای شي چې په خپله غیږه کې په پښتو ژبه د کمپیوټر د سافټ ویر پروګرامونو ته په پراخه پیمانه ځای ورکړي چې په لومړي ګام کې د MS Office  پروګرامونه ضروري دي چې د دې ب� �یښنا پاڼې له لوري خپاره شي.· بینوا ټکی کام کولای شي او دنده لري چې د سوداګرۍ، اقتصادي بنسټونو  او د افغان حکومت سره د مرستې په موخه د Yellow Pages, E. Commerce, E. Government او داسې نورو اړینو څیزونو په اړه ګټور او پراخ مع� �ومات خپاره کړي. البته داسې معلومات چې غوره، ساده او پوهیدونکې ژبه ولري.  په همدې توګه کولای شي له افغان کوچنیانو سره د مرستې په موخه یو مالي صندوق را منځته کړي او د نړۍ د زړه سواندو اړخونو د مرستو پاملرنه ورته � �ا واړوي.· بینوا ټکی کام کولای شي چې د منیجمنت او اداري زدکړو لپاره یوه ځانګړې څانګه پرانیزي او افغان ولس د نوې ګلوبل منیجمنت له بنسټونو، دندو، اداري رفتار او تګلارو څخه په اغیزمنه توګه خبر کړي.· په همدې توګه بینوا ټکی کام کولای شي چې د کمپیوټر د Networking, Programming او داسې نورو پراختیاوو په اړه پراخ معلومات خپاره او د ستونزو د حل لپاره د پوښتنو او ځوابونو یوه څانګه پرانیزي او د سختو ځوابونو د موندلو لپاره ریفرنس و� �کړي.دوهم: عمومیاتبینوا ټکی کام کولای شي چې د ژوند په زیاتو چارو او برخو کې له افغان ولس سره اوږه په اوږه کار وکړي او د هر اړخیز پرمختګ په لاره کې ګټور ثابت شي چې ځینو ته یې په لاندې ډول اشاره کیږی:· د بینوا ټکی کام له لارې د ځینو ادبي مجلسونو او سیالیو برابرول· یوه ځانګړې موضوع رامخته کول او په هغه باندې د مخت� �فو لیکوالانو نظرونه غوښتل.· بینوا ټکی کام کولای شي چې د خپلو درندو مسوولیتونو په ترڅ کې د هیواد د اداري او بنسټیز نظام جوړولو په لاره کې لوی رول و لوبوي. په دې لړ کې بینوا کولای شي چې د هیواد خلک د یوه غوره اداري نظام جوړولو ته را بولي او د هیواد د مختلفو پوهانو نظرونه تعمیري او بنسټز نظرونه خپاره کړي.· د هیواد د ښوونې، روزنې او قانوني بنسټونو پیاوړي کول د ټولو هیوادوالو او هغو اړخونو ګډه دنده ده چې د بنیوا ټکی کام په څیر ګټور پروګرامونه او معلومات خپروي او په دې لاره کې غښتلي ګامونه ږدي. بینوا ټکی کام د خپلو کلتوري او پوهنیزو هڅو په ترځ کې کولای شي چې دغه بهیر ته په زړه پورې پرمختګ په برخه او خپله ملي دنده په ښه توګه  تر سره کړي چې د کابل د ښار په ښوونځیو کې د پښتو ژبې د زده کړې په اړه تیر کال د ګټورو لیکنو لړۍ ته پراختیا او د هیوادوالو په منځ د دغه ملي احساس پیاوړتیا د بینوا ټکی کام او نورو پښتو بریښنا پاڼو غوره ګام ګنلی � �و.· بینوا ټکی کام دنده لري چې په هیواد کې د روان تاوتریخوالي په له منځه وړلو او د ټولو افغانانو تر منځ د ورورګلوۍ، سولې او ګډ پوهاوي رامنځته لپاره نه ستړي کیدونکې هلې ځلې وکړي او د هغه اساسي علتونه په پوهنیزه توګه په ګوته کړي. په همدې توګه ټولو افغانانو ته جوته کړي چې دغه راز اعمال نور نو زموږ په ګټه ندي بلکي یو بل ته  د ورورګلوۍ  د لاسونو ورکول او د هیواد هر اړخیزه بیا رغونه موږ د خوښۍ او سمسورتیا په لوري بیایي.· له نورو ژبو څخه پښتو ژبې ته د پوهنیزو او ګټورو کتابونو ژباړې ته ځانګړې پاملرنه په کار ده چې بینوا ټکی کام او نورې پښتو بریښنا پاڼې په دې هکله دروند مسوولیت لري څو د یوه مشخص پلان او سیالۍ  له مخې دغه اړخ ته هڅوونکې پراختیا ورکړي. په همدې توګه افغان لیکوالان او پوهان د خپلو درنو مسوولیتونو له مخې و هڅوي چې د ژباړې چارو ته زیاته پاملرنه و کړي. په آخر کې یو ځل بیا د ګران وورو خالد هادي حیدري او د بینوا ټکی کام د درندو او ښاغلیو چ� �وونکو نه د زړه له کومي مننه کوم چې یو ځل بیا یې د دغه وزینې او ښکلې بريښنا پاڼې د دویمې کلیزې په مناسبت زما نا� �ص نظر ته هم د خپرولو موقع راکړه او یو ځل بیا هم دوی ټولو ته د دې لوېې کلتوري بریا له امله د زړه له کومي مبا� �کي وایم. و من الله التوفیقکابل/ افغانستان۲/۴/۱۳۸۵ هجري لمریز ",بینوا ټکی کام یو بریالی یون 3477,," د کندهارپه پنجوايى ولسوالۍ کې د ائيت� �افى ځواکونو په فوځى مرکز تيره شپه د توغنديوبريد شوي دي . د ائيتلافى ځواکونو وياند ميجراينس بينوا ته د بريد پخلۍ وکړ او زياته يې کړه بريد مرګ او ژوبله نه لري .له بريد وروسته ائيتلافى ځواکونو ٤ تنه مخالف جنګيالى دوياند په وينا د عملياتو په ترځ کې وژلي دي. ځايى اوسيدونکو ادعا کړې ده چې د توغنديو د بريد له امله د يو ولسى وګړي دوژل کيدو سربيره٣ تنه نور ژوبل شوي دي. ",کندهارکې د ائيتلافى ځواکونوپه مرکز بريد شوي 3478,," نن کابل کې د ائيتلافى ځواکونو په خپره شوې پاڼه کې ارزګان او کندهار کې د ٦٥ طالب جنګياليو دوژلو ادعا شوې ده . پاڼه کې راغلى دارزګان د ترينکوټ د مي� �اباد سيمه کې پرون د يوې ٥ ساعته جګړې په ترځ کې ٤٠ تنه طالب جنګيالى او د کندهار د ژړى ولسوالۍ د بايزي په کلى کې د ٣ ساعته جګړې په بهير ٢٥ طالب جنګيالى وژل شوي دي. خپره شوې پاڼه پخلۍ کوي چې ولسى وګړو ته مرګ او ژبله نه ده رسيدلې. د طالبانو يو وياند قارى يوسف په ارزګان او کندهار کې د جګړې پخلۍ کړى او وايى ارزګان کې يې ١٤ تنه ائيت� �افى او افغان ځواکونه وژلى او ٣ موټر يې له مينځه وړى دي . ده منلې چې يوازې په دې جګړه کې ٣ تنه طالبان مړه شوي دي . قارى يوسف ادعا وکړه چې نن يې دکندهار د ژړې ولسوالۍ کې ١٠ تنه بهرنى ځواکونه د جګړې په ترځ کې وژلى او يو موټر يې ويجاړ کړى دى . ",ارزګان اوکندهار ٦٥ طالب جنګيالى وژل شوي 3479,,"   دخوست امنیه قومندان جنرال ایوب دبینوا همکارته په خوست کې ویلي چې ددغه ولایت داسماعیل خیلو ولسوالۍ دسید اکبر دتیلو په پمپ کې یوه بې پیلوټه پریوتې چارواکي دخبر پخلی کوي خو پدې اړه چې دچا له لورې غورځول شوې څه نه وایي. ",په خوست کې بې پیلوټه الوتکه پریوتې. 3480,,"   ددفاع وزارت وایي چې په غره دی� �غل عملیاتو په ترڅ کې چې داده دوهمې اوونۍ ته دعملیاتو لړۍ ننوتې ١٤٩ مخالفین وژل شوي، ٣٢ ټپیان شوي او ٦١ نور نیول شوي.ددغه وزارت ویاند ظاهر عظیمي ویلي چې پدغو عملیاتو کې درې دملي اردو سرتیري وژل شوي او ١٤ نور دملي اردو سرتیري ټپیان شوي. په غره دیرغل عملیات دروانې جون میاشتې په ١٥ نیټه پیل شوي چې دوژنو داشمیرې خورا لوړې بریښي.خو لا هم ائتلافي ځواکونو ته دور اوښتي زیانونه شمیر ندی په ډاگه. ",په غره یرغل عملیاتو کې ١٤٩ مخالفین وژل شوي. 3481,," دخوست ولايت ديعقوبيوولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ دكشف امر ډګروال حاضرمحمدخان دچنګاښ په ۳ مه سهارداووبجوپه شاوخواكې پداسې حال كې چې له خپل كورڅخه ددفترپرلورروان ؤدنامالومووسلوالولخواووژل شو.دهغه ولسوالۍ چارواكوويلي دي چې دموضوع په اړه يې پلټنې پيل كړي خولاتراوسه دانده مالومه چې نوموړى دترهګرولخواوژل شوى اوكه ځانګړې دښمني يې لرله . ",په خوست كې يونظامي افسرووژل شو. 3482,," کندهار کې د ائيتلافى ځواکونو وياند ميجر اينس بينوا سره د طالب جنګياليو دا ادعا دروغ او بې بنسټه وبلله ، چې گواکى پرون يې ارزګان ولايت کې د ائيتلافى ځواکونو چورلکه په توغندى سره راغورځولې ده . د طالبانو يو وياندقاري يوسف نن ادعا وکړه چې پرون ماښام يې د ا� �زګان د ترينکوټ دميراباد سيمه کې د ائيتلافى ځواکونو چورلکه ويشتلى چې له امله يې ټولې سپرلۍ مړې شوي دي. ",په ارزګان کې د چورلکې ويشتل دروغ دي . 3483,," ", 3484,," دډاياګ پروګرام وياند نوزادى � �ه بينوا سره ومنله چې د پنجشنبې په ورځ د تخار ولايت د فرخار ولسوالۍ کې ٧ ناقانونه وسله والو ډلوپه خپله خوښه � �٠٠ ميله وسله د ډاياګ پروګرام ته وسپارله او له دغه پروګرام څخه يې ملاتړ وښود . دوى ومنله چې نور ِضرورت نشته چې ناقانونه وسلې له ځانو سره ولري .دوى په ټولو قوماندانانو غږ وکړ چې د دوى لار تعقيب کړي ترڅو په ټول هېواد کې سوله او امنيت په بشپړه توګه تامين شي . نوزادى وويل اوس مهال په هرات ، کاپيسا ، لغمان او تخار کې دډاياګ لړۍ � �وانه ده او د٢٠٠٧ کال تر پايه پورې به ټولې ناقانونه وسله والې ډلې بې وسلې، او ګروپونه يې منحل شي . ",تخار کې ٧ ناقانونه قوماندانانو وسلې ډاياګ ته وسپارلې 3485,," افغانستان کې د امريکا سفير رونالد نيومن نن غورولايت ته سفر وکړ او د چغچران ښار کې يې د سلطان راضيه د نجونو ښوونځۍ پرانيستله . په دغه ښوونځۍ کې ١٤٤٠ تنه زده کونکى په زده کړه بوخت دي . نوموړې ښوونځۍ د امريکا د پراختيايى ادارې له خوا جوړه شوې ده . همداشان نيومن دغور - هرات د سړک جوړولو له چارو څخه هم ليدنه وکړه . ",چغچران کې دسلطان راضيه ښوونځۍ پرانيستل شوه 3486,," دغزنى ولايت د سروضې کوتل کې د يو موټر د چپه کيدو له امله ٢ تنه سپرلۍ مړې او ٥ تنه نورټپيان شوي دي . دغه پېښه نن رامينځ ته شوې او د يو ټپى حالت د انديښنې وړ بلل شوي دي . ټپيان د غزنى روغتون ته ليږدول شوي . ",په يوه ترافيکى پېښه کې ٢ تنه مړه او ٥ ټپيان شوي 3487,ک . اکاډيميسن م . انور نوميالی," دبېړنۍ مشورې په تو ګه دونه درته ویلای سم چی دخپلو بېلابېلو ستونونودپاره دلته هلته یو شمېر ټا کلی مرستندویان و لټوی.له دې سره به د پاڼی پښتو لیکنی هم پوره مسلکی رنګ واخلی اودژبی له پیا وړتیا سره به غښتلې مرسته وکړی. پرماګرانوبېنواېانو! سلامونه اواحترامونه می ومنئ! ستاسی ویب پاڼه په زیاتوستایلوارزی . له هغه وخته راهیسی چی زه د کم پیوټرله چاروسره څه نا څه شناخته سوی یم بې نا غې یې ګورم او ځینی مطالب یې په غورسره هم وایم.خبری برخی یې په زړه پوری دی اواطلاعاتی ټکی يې زیاتره په کتلوا� �زی.خو اد بی اوعلمی برخی یې ښه ډېرکا رد رڅخه غواړی.سیاسی لیکنی یې د عامی ګډ وډۍ بـشـپړه نما یندګی کولای سی. دبېړنۍ مشورې په تو ګه دونه درته ویلای سم چی دخپلو بېلابېلو ستونونودپاره دلته هلته یو شمېر ټا کلی مرستندویان و لټوی.له دې سره به د پاڼی پښتو لیکنی هم پوره مسلکی رنګ واخلی اودژبی له پیا وړتیا سره به غښتلې مرسته وکړی.دعلمی پوښتنو یو ستون هم ستا سی په پاڼه کی ګټور بولم څو د لوستونکومعلوما تی زیرمه د وخت له معیا رو سره سمه بډایه کړی.   نورنود تودو مبارکیوسره یو ځای ځلاندی کامیابۍ درته غواړم! م.ا. نومیالی   ",پرماګرانوبېنواېانو! سلامونه اواحترامونه می ومنئ! 3488,," ", 3489,محمدحسن حقيار," لنډه کيسه محمدحسن حقيار غمى نن بيا ځوړند سر د قوماندان صيب مخ ته ودرېد، په بنده بنده ژبه يې ترې د خپل زوى د مړي ژوندي پوښتنه وکړه: خو هغه يو ځل بيا د (( گم شو تروريست، تمام   جانت مکروب است)) په ويلو داسې  ټېل واهه چې ان  پټګى يې ولوېد . په ډېرو منډو رامنډو يې د ربړينو څ پليو پستکي وشلېدل، نه يې زندانونوکې د قادر درک وموند او نه هم سره صليب او نه هم د بشردحقونو ادارو( ددې بشر) کوم درک ورکړ، ان چې د ولسمشر صيب زړه هم پرې دردېدلى و او د زړه له اخلاصه يې ورسره ژمنه کړې وه چې که د مقاومت له جبهې پرته په افغانستان کې له هر چا سره بندي وي ورته به يې راخوشې کړي . خوب ترې کډه کړې وه، غمي اکااو ز� �ينې ترور به د ژمي اوږدې شپې د شيطان څراغ لوګنې رڼا ته رڼولې، په ويښه به يې د قادر د موندلو خوبونه ليدل، نور نو له ژونده نهيلى وو، ستره هيله يې دا وه چې کاشکې يې څوک پرې هډوکي وپلوري، چې کولمې يې ورټولې اوکم تر کمه د د� �يو ځوانو نږورګانو ( مږندو )  برخليک معلوم کړي .  غمى اکا دنېستۍ څپو  واخيست ،  مېرمن يې اړه � �وه چې ددوى دګاونډي انجنير فريدون  په کورکې  خدمت وکړي او دمياشتني معاش تر څنګ يې دخوړو پاتې شوني  هم کورته يوسي.   يوه ورځ چې انجنير فريدون ، انټرنېټ پرانيست نو د بنديانو  پرهغه خبر يې سترګې و� �ګېدې چې د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزارت په خپل رسمي سايټ کې خپورکړى و ، او همدا چې  ( د القاعده مشرانو په اړه د انصاف دعالي محکمې پرېکړه ) تر سرليک لاندې حکم کې يې ٢٦ کلن ملا عبدالقادر د غمي خان  زوى تر سترګو شو، نو ورېږدېد، لاسونو يې کار پرېښود،   ځمکه يې له پښو وتښتېده . بې اختياره يې ذهن شپږويشت کاله شاته لاړ، د انقلاب لومړيو شپو او ورځو ته ، هغو ورځو ته چې قادر لا زېږېدلى هم نه وو، هغه وخت ته چې غمي اکا يوازې يوزوى اوډېرې لوڼې درلودې او ده  او مېرمنې يې  دزوى دجوړه کېدلولپاره په زيارتونو جنډې او خپله لور په نذر کې منلې وه ،  الله ج يې سوال ومانه او د قادر له زېږ ېدو سره سم يې تره  له ډېرې خوښۍ خپله لوردوه ميا� �تينۍ  فاطمه  د هغه په نوم کړه او بيا قادر نازولى لوېېده ، نالوستى د کوڅې او بازار له هلکانو سره.، د کور سر او سرسر دهغه و، اوهغه وخت چې پلار به يې د پېښور د  اهاړ اوپشکال  په ګرميو کې په شل کلدارو مزدوري کوله خو د قادر جيب به يې تش نه پرېښود،  د قادر نازولتوب او ګرانښت   هغه وخت لا ډېرشو  چې مشر ورور يې له � �وسانو سره په مخامخ نښته کې په شهادت ورسېد،  انجنير فريدون ته هغه وختونه  هم ورپه زړه شول  چې � �ادر لا نوى زلمى و چې  غمي اکا خپله کونډه  نږورډېره وهڅوله، چې له  قادر سره نکاح ته زړه ښه کړي خو هغې ځواب ورکړ چې سر سپينول ورته له قادر څخه سل ځله غوره دي . او ورور ته يې هم  د هغه او فاطمې د واده خبره و� �ياده کړه، خوهغه لوړه وکړه چې دې چرسي،بنګي ، بېکاره، د سپين ږيري پلار لاس ته ناست ته به هېڅکله هم خپله � �ور ورنکړي . ده هم په  قرض اوپور کوچيانى ولور برابراو ځوى ته بله ناوې راوسته . د قادر د واده به لا يونيم کال پوره نه وو چې د غمي اکا تره او تربور  دخپل دود او دستور له مخې هم دغمي وروراړاېست چې فاطمه قاد� �ته ور واده کړي او هم يې د هغه  کونډه نږور مجبوره کړه چې قادرته کښېني، نو په يو دېګ وريجو يې قادر ته په يوه شپه دوې ناوې راوستې . که څه هم اوس قادر د درې ښځو خاوند شو ،خو په   خوى او عادت  کې يې هېڅ   بدلون رانغى، لا هم د کور فضا خړه پړه شوه، د کور لګښت ډېر شو، نور يې نو د مور پاسره هم ختمه شوه چې د هغه د چرسو او هوس لپاره يې ورکړي، يوه ورځ   چې په پيسو له مور سره ونښت، نو مېرمنې يې ورته خپله د سرو ګوته  ورکړه، خو دا پيسې هم ختمې شوې، بله ورځ   بيا له مور سره د پنځو کلدارو په سر ونښت .مور ته د قادر ښکنځلود کور فضا بې خونده کړه، درې واړو مېرمنو يې ورته ژړل ، قادر په وروستي ځل مورته له غوسې سور مخ ورواړاوه: (( د بې غيرته لورې، ته مې نور په دې کور کې وګوره . )) ، او هماغه وو چې قادر ورک شو، درې ورځې وروسته د پېښور په ورځپاڼو کې  د قادر نوم  هم د هغو کسانو په ډله کې خپور شو چې له يوه قوماندان سره د طالبانو پر ضد جګړې ته تللي وو او طالبانو له پولې څخه د اوښتلو په دوهمه ورځ ټول نيولي وو چې بيا پوره څلور کاله د کندهار د جېل مېلمانه و. د قادرکورنۍ له ډېرو ستونزو سره مخ شوه. ،پلار به  يې  په سپينه ږيره ګټل او د قادر د خلاصون لپاره به يې لګولې. خويندو به يې ورپسې ختمونه کول. اخر هم قادر له ډېرو واسطو او منډو رامنډو وروسته له زندان څخه خوشې شو،  خو د کندهار جېل د قادر لپاره يوه مدرسه وه ، د څلور کاله بند په اوږدو کې د قادر ژوند، فکر، اخلاق هرڅه بدل شوي وو ،  دقرآن کريم تلاوت  ، ليکل ، لوستل ، کسبونه  يې ياد کړي وو،لمونځ اودس خو هسې هم د طالبانو خپله ټېکه وه، اوس نو له  زندان وروسته  قادر هغه پخوانى چرسي بنګي او بيکاره، نه و، او يو لمونځ  يې هم بې جمعې  نه کاوه.  مېرمنې يې دده په بدلون  په جامو کې نه ځاييدې او آن د هغه څلور کلن بېلتون يې هېر کړ . خو درې مياشتې لا پوره نه وې چې دسپتمبر د يوولسمې   پېښې را منځ ته شوې، امريکا په افغانستان يرغل  وکړ، پاکستان  مېشتو علماوو يو ځل بيا په افغانستان کې داځل  د امريکا پر ضد دجهاد فتوا ورکړه، د شهادت د فضيلتونو، د حورو غلمانو، او دجهاد د فريضې په اورېدلو د قادر احساسات هم راوپارېدل، له ډېرو نورو ځوانانو سره د جهاد لپاره لومړى کابل او له هغه ځايه په (( تشکيل))کې مزار ته ولېږل شو، او بيا څلورکاله ترى تم و . دانجينر فريدون په ذهن کې دقادر د٢٦ کلن ژوند دريکارډ دهر پړاوله تېرېدواواوس دده په اړه دمحکم ې  دحکم په ليدلو سره دهغه مخ سور اوښت، دبدن لړزه يې زياتېدله ،وارخطاشو په پخلنځي کې په دېوال پورې ځوړند د� �ادر هغه بې ږيرې او سګرېټ په خوله پخواني عکس ته يې لاس ونيوه چې مور يې دخپل زړه د تسکين لپاره د خپل کارپه  ځاى کې لګولى وواو بې اختياره يې  له خولې چيغه ووته: (( نه نه نه قادر ترورېست  نه دى،  دى دطالبانو مشر نه دى، دى دسپتمبر ديوولسمې  په پېښو کې لاس نلري ، پرده داعدام پرېکړه ظلم دى ...)) او دهمدې چيغو په اورېدلو دزرينې ترور په لاس کې د چايو له پتنوس  سره هغه هم پر ځمکه ولوېده او پر وښکي يې وينه راماته شوه . ",ترورېست 3490,يادونه : بېنوا خپرنيزه څانګه,"   هنر او ادبيات   کله چي هم زموږ پر ګران هيواد ظلم او ستم برلاسی سوی دی ، مينه او ورورولي هيوادپالنه او ولسپالنه تر شخصي او سياسي ګټو قرباني سوې ده . نو تر ټولو مخکي د ټو� �ني د بې وسلې او بې وسيلې وګړو د دردونو او افتونو پيغامونه د شاعر او اديب د قلم له لاري منعکس سوي دي . له بده مرغه له افغانستان څخه په دې وروستيو پنځو کلونو کي بيا هم لکه د تېرو کلونو په شان د يو شمېر داسي ناخوا� �و انځورونه ترسترګوکيږي چي خوبونه تښتوي ، اندېښنې زياتوي او هر څه چي يې واړوې راواړوې هره برخه يې تر بلي ډې� �ي پوښتني له ځانه سره لري ، هغه پوښتني چي په تېرو دريو لسيزو کي له ولس سره بې ځوابه پاته دي . خو زموږ د ولس شاعرانو ، ليکوالو او هنرمندانو د افغان ولس نژدې ټولي ناخوالي په ډېره ځيرکتيا داسي په خپلو شعرونو ، کيسو او ليکنو کي ځاﺉ کړي او خپرې کړي دي چي نن يې زموږ د هيواد او ژبي هنري او ادبي برخه ښکلې کړې او د سبا ورځي له پاره به د تاريخ پاڼي ترې جوړېږي . په دې ترڅ کي نن بېنوا ويبپاڼه د ( تروريست ) تر سرليک لاندي د شاعر او ليکوال ښاغلي محمد حسن حقيار  لنډه کيسه  تاسو درنو لوستونکو ته وړاندي کوي . ياده سوې کيسه او دې ته ورته يو شمېر نوري د بېنوا ويبپاڼي د هنر او ادبياتو په برخه کي ولولی .     هنر او ادبيات      لنډي کيسي  ",تروريست ( د قاضي محمد حسن حقيار ليکنه ) 3491,," د افغان دولت د باندنيو چارو وزير � �نګين داد فر سپنتا له اسلام آباد څخه تر بېرته ستنېدو وروسته په کابل کې خبريالانو ته وويل چې دا ځل بيا له پاکستاني چارواکو سره په افغانستان کې د هغه ستونزو په سر مخامخ او آزادې خبرې وشوې چې د پېښولو ګومان يې په ګاونډي پاکستان ور اچول کېږي ،سپنتا وويل چې پاکستاني چارواکو په کلکه ژمنه وکړه چې په سيمه کې به  دواړه هېوادونه اوږه په اوږه د نوموړې ستونزې د مخنيوي لپاره کار کوي ،بل لورى پرېکړه شوې چې په هرو دوو مياشتو کې به د دواړو هېوادونو امنيتي چارواکي سره کېښېني کړي کارونه به ارزوي او د راتلونکې لپاره به په نويو امنيتي طرحو او پلانونو باندې کارکوي ، ښاغلي سپنتا دا هم وويل چې افغان دولت به تر هغه پورې له پاکستاني چارواکو سره خبرو ته زور ورکړي څو چې نوموړې ستونزه په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې . ",رنګين سپنتا: څو چې شته يو له پاکستان سره خبرې کوو. 3492,," ناپيږانده وسله والو کسانونن سهار د يو وسله وال بريد په ترځ کې د خوست ولايت د يعقوبيو ولسوالۍ د امنيت امر سمونوال حاضر محمدوواژه .نوموړۍ هغه مهال تر بريدلاندې � �اغلۍ چې د نورى له کلى څخه د کار په لور ران وو.خوست کې امنيتى چارواکو د بريد پخلۍ کړى او وايې د پېښې په اړوند يې پلټنې پيل کړي دي. ",خوست کې امنيتى چارواکۍ وژل شوي 3493,," د کابل ښار د کارته پروان سيمه کې دوه تنه شکمن و� �انکار تيره ورځ نيول شوي دي .د کابل د امنيه قوماندانۍ دجنايى څانګې مشر على شاه پکتياوال د پېښې پخلۍ کړى او وايى فوځى جعلى پليټ يې په موټر لګلولى او له نوموړو څخه يو ميل تفنګچه هم لاس ته راغلې ده . نوموړى د موټر � �انونى اسناد هم نه لري . ",٢ تنه شکمن ورانکار کابل کې نيول شوي 3494,," تېره ورځ افغان ولسمشر حامد کرزي  د دولت د دفاع اوکورنيو چارو د وزيرانو ،د ملي امنيت د سلاکار ،د ملي امنيت د مشر او  د ايساف او اېتلاف له سترو � �وماندانانو سره په يوه ځانګړې ناسته کې په هېواد کې د امنيتي وضعې د ښه کولو په موخه خبرې او لارښوونې وکړې ،کرزي اړونده چارواکو ته لارښوونه وکړه چې اېتلاف او ايساف د د ملي اردو او ملي پوليسو  سره په هم غږى د دولت د مخا� �فينو په مورچلو خپل  بريدونه وکړي ،کرزي وويل چې د ملکي او بې ګناه انسانانو د وژلو سره به  مو د ځان په څېر فکر وي ،او ملکي وګړو ته بايد زيان وانه ړول شي ، بل پلو يې په دغه ځانګړې ناسته کې له امنيتي مسوولينو څخه غوښتنه وکړه چې د سيمې له اوسېدونکو مرسته وغواړئ ، تر څو د دولت د مخالفينو او ترورېستانو پټې ځالې در په نښه کړي . ", کرزي په يوه ځانګړې ناسته کې امنيتي لارښوونې وکړې. 3495,," د لغمان ولايت د عليشنګ او علينګار ولسواليو کې ددولت ضد يو شمير شپې پاڼې خپرې شوي دي. . په دغو پاڼوکې ولس دبهرنيو ځواکونو په ضد پاڅون ته رابلل شوي او له خ� �کو غوښتنه شوې تر څو له اوسنى دولت سره مرسته ونه کړي . د کورنيو چارو وزارت چارواکو منلۍ چې دې داډول ورانکا� �و عملونو په توريې دوه تن شکمن کسان د مهترلام ښار کې نيولى او وايى په دې اړوند له نوموړو څخه پوښتنې پيل شوي دي. ",لغمان کې ددولت ضد شپې پاڼې خپرې شوي دي 3496,," د هغه تاوتريخوالى له امله چې نن د خوست په جيل کې د بنديانو او ساتونکو پوليسو ترمينځ راپيدا شوى، له امله يې يو پوليس مړ او ٣ تنه بنديان د پوليسو په ډزو ټپيان شوي دي. د خوست د پوليسو مشر جنرال ايوب د پېښې پخلۍ کړى او وايى بنديانو هڅه کوله چې له زندان څخه ف� �ار وکړى. ده ومنله چې يو تن پوليس د بنديانو د وهلو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى او ٣ تنه بنديان دډزو په م هال ټپيان شوي دي . په دغه جيل کې ٧٠ تنه بنديان د ژوند په ډيرو ناوړو شرايطو کې ژوند کوي . د تاوتريخوالى په ترځ کې بنديان نه دى توانيدلى چې تيښته وکړي . ",خوست کې يوپوليس مړ او ٣ بنديان ژوبل شوي 3497,," د طالبانو وياند ډاكټر محمدحنيف ادعا كوي چي د نورستان ولايت د عامي روغتيا رئيس او ورسره درې تنه ډاكټران دوى يرغمل نيولي دي. طالب وياند وايي چي د دوى په اړه به پرېكړه وروسته وسي چي څه ورسره وكړي، د نوموړي له خبري داسي ښكاري چي هغوى تر اوسه ژوندي دي. ياد سوي كسان تېره ورځ د نورستان په كامدېش ولسوالي كي د وسله والو كسانو له خوا پر نامالوم لوري تښتول سوي وه. ",طالبان: د نورستان د عامي روغتيا رئيس موږ تښتولى 3498,,"   دائتلافي ځواکونو له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ ددغو ځواکونو دوه سرتیري وژل شوي او یو بل هغه مهال ټپي شو چې دکندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې دمخالفینو تر ډزو لاندې راغلل. دغه وژنه ددوی په غره دیرغل عملیاتو دلړۍ په ترڅ کې شوې خو ائتلافي ځواکونه بیا وایي نیږدې ٤٥ مخالفین یې په همدې جگړه کې وژلي. لا تر اوسه طالب ویاند پدې اړه څه ندي وی� �ي.  ",دوه ائتلافي سرتیري وژل شوي. 3499,علي احمد رفيقي - کندهار," دغه راز عبدالرحمن رحماني ، حيات الله ابدالي او عبدلقيوم ناصيح ته  د هنر مندانو له خواد استادۍ لقب وټاكل سو، دغه راز پرېكړه وسوه چه نوموړې موضوع به د اطلاعاتو، كلتور او ګ� �ځندوی علي احمد رفيقي - کندهار په كندهار ولايت كښي د مسيقي د پرمختگ په خاطر يو شمير  هنرمندانو د اتح اديي جوړولو په مقصد غونډه و كړى د هنرمندانو او سندرغاړو د پيوستون په خاطر د ۸-جون-  ۲۰۰۶ چي د ۱۱-جمادي الاول- ۱۲۲۷  په ښار كښي د ګڼ شمير ييز سندرغاړو او نورو هنرم ندانو ترمنځ د اتحاديي جوړولو په مقصد لومړي غونډه وسوه.   د غونډي د برخه والوله خوا محمدفاروق جيلاني د اتحاديې د مسوول ، فريادي د اتحاديي د مرستيال او علاوالدين رفيقي د مالي چارو م سوول په توګه وټاكل سول.   دغه راز عبدالرحمن رحماني ، حيات الله ابدالي او عبدلقيوم ناصيح ته  د هنر مندانو له خواد استادۍ لقب وټاكل سو، دغه راز پرېكړه وسوه چه نوموړې موضوع به د اطلاعاتو، كلتور او ګرځندوی رياست په چوكاټ كښي اړوند وزارت ته وړاندي سي ، تر څو رسمي بڼه غوره کړي او  په دې سره به د كندهار او شاو خواسيمو ټول سيمه ييز سندرغاړي او نور هنرمندان په ګډه خپلو هنري فعاليتونو ته دوام وركړي استاد حيات الله او استاد رحماني په کندهار کي د يوې مېلمستيا پر وخت استاد حيات الله د کلاسيکي موسيقۍ او راګونو تر څنګ ډېر زړه وړونکی رباب ږغوونکی هم دﺉ   ",په کندهار کي دهنرمندانو ټولنه جوړه سوه 3500,"� �اکټر يحيی وردګ - جرمني"," د افغانستان معلوماتي مرکز ( افغانيک ) د بينوا ټکی کام د کارونو او برياليتوبونو د دوهمې ک� �يزې له کبله تاسو ټولو مسوولينو، کارکونکيو، همکارانو او لوستونکيو ته مبارکي وايي. د افغانستان معلوماتي مرکز ( افغانيک ) د بينوا ټکی کام د کارونو او برياليتوبونو د دوهمې کليزې له کبله تاسو ټولو مسوولينو، کارکونکيو، همکارانو او لوستونکيو ته مبارکي وايي. زموږ په فکر تاسو  په ډيره حساسه مرحله کې د افغانستان د ننه او هم په بهر کې د ډيرو خلکو مع� �وماتي تنده ماته کړې ده. دغه ويب سايت په افغانانو کې د اخبارلوستلو کلتور ته ډېر گټور ثابت شوی دی. په تې� �ه بيا د هغو ځوانانو او پېغلو د پاره چې د هېواد څخه لېرې دي، دخپل ټاټوبي سره د ارتباط یوه وسيله ده. بېنوا ټکی کام په افغانستان، گاونډيو هېوادونو او بهر ملکونو کې د افغانانو د يو گډ او بريالي کار يوه ډېره ښه بېلگه ده. دا چې دا خپرونه پخپله د افغانانو لخوا، بې له بهرنۍ مرستې، اغېزې او لاسوهنې پر مخ بيول کېږي، د دې پاڼې ارزښت نور هم زياتوي. په بهر کې د افغاني ځوانانو لپاره په تېره بيا د ادبياتو او موسيقۍ برخه ډېره په زړه پورې ده.  لاندنيو ټکو ته ستاسو پاملرنه راگرځوو: ١- لوستونکیو ته د آسانتيا او هم د پښتو ژبې د ښه پرمختک لپاره د ځايي لهجو پرځای د يوې کره ( معياري ) پښتو کارونه. ٢- د منفي خبرونو )جگړه، چاودنه، سوځول ...(تر څنگ د مثبتو خبرونو ) د سولې په لور هڅې، ودانونه، پرمختگ ...( څېړنيزو او علمي ليکنو ځانگړې برخې، کومې چې د اوسني حالت څخه د وتلو لارې چارې پلټوي. ٣- خبريالان او ليکوالان دې زیار وباسي، چې په څو ځايونو کې د همدې يوې ليکنې د خپرولو څخه ډډه وکړي. ٤ - د ډېرو تبصرو د خپرولو پر ځای دې د رپوټونو او مستندو ليکنو د لارې � �ضاوت لوستونکي ته پرېښودل شي. بېنوا پاڼه دې خپل دريځ يوازې په استثنايي حالاتو او د اړتيا په مهال کې څ� �گندوي.  ٥ - د اسنادو او په تېره بيا د مهمو سندونو لکه د افغانستان د اساسي قانون متن بويه سل په سلو کې � �ه اصلي متن سره توافق ولري. ٦ - د بېنوا تر ټولو مهمه برخه، د ورځنيو تازه خبرونو ده، نو پکار ده چې دغه ب� �خه تر ټولو لوړه راشي تر څو سمدلاسه د ليدونکي تر سترگو شي. له سرليک څخه وروسته دې د مهم خبر يو لنډيز (يو دوه کرښې) هم راشي.  ستاسو د روغتيا، خوښۍ او په دغه لوی ولسي او کلتوري خدمت کې د لا زياتو برياليتوبونو په هيله آلمان، د بن ښار، جون ٢٠٠٦ م کال, د افغانستان معلوماتي مرکز  ( افغانيک) ",د بېنوا ويب پاڼې دوهمه کليزه 3501,,"   (ډاکټر محمدحنيف )  چي ځان د طالبانو وياند ښيي ادعا کوي چي طالبانو تېره شپه يې دزابل ولايت خاک افغان ولسوالۍ دسر بند په سيمه کې  دامريکايانو او داخلي عسکرو سره سخته جګړه کړې چې له امله يي اته نفره داخلي او خارجي عسکر وژل شوي ، طالب وياند د خپلو کسانو د مرګ ژوبلي په اړه هيڅ نه دي ويلي . نوموړي  دا هم وويل چي وسله وا� �و طالبانو دپکتيا ولايت مرکز ګرديز سره نژدې د(تيره) په پوسته تيره شپه مجاهدينو بريد وکړ په جګړه کې دوه عسکر ووژل شول او نور په تيښته بريالي شول پوسته مجاهدينو وسوزوله . طالب وياند په خپلو نننيو څرګندونو کي طا� �بانو ته د هيڅ ډول مرګ ژوبلي خبره نه ده کړې . ",طالبان وايي تېره شپه يې بېلابېل بريدونه کړي دي 3502,سهارګل,"                               &n; bsp;     د ګرځنده ټليفونونو په څير توکو کې د وسپنې شته والی کولای شي بريښنايي جريان بدن ته هم وليږدوي. بريټانيايي ډاکټرانو خبر داری ورکړی چې په توپاني هوا کې له ودانيو دباندې د تالندې او بريښنا له ام� �ه له ګرځنده ټليفونونو څخه ګټه اخيستنه ګواښمنه ده.  په بريټيش ميډيکل ژورنال کې دې خبرې ته په اشارې سره ديوې  تنکۍ پيغلې کيسه ليکل شوې چې په ګرځنده ټليفون کې د خبرو پر مهال پرې تندر راپريووت او سخته ټپي شوه.  د کارپوهانو په اند د ګرځنده ټليفون په غوږۍ کې کارول شوې وسپنه کولای شي بريښنايي جريان بدن ته وليږدوي. دغه پنځلس کلنه نجلۍ هغه مهال د تالندې تر بريد لاندې راغله چې په يوې توپاني او باراني هوا کې يې د � �ندن ښار په يو پراخ پارک کې له خپل ګرځنده ټليفون څخه ګټه اخيسته.  نوموړې نجلې د پيښې څرنګوالی هير کړی او زړه يې د څو شيبو لپاره درېدلی وو چې د ډاکټرانو په زيار سره بيرته پر هوښ راغله. له پيښې څخه د يو کال په تيرېدو سره بيا هم دا نجلۍ په بشپړه توګه نه ده جوړه شوې او د معيوبينو له ځانګړي بايسکل څخه کار اخلي. د ډاکټرانو په وينا، دې نجلۍ ته مغزي زيانونه رسيدلي چې په پايله کې يې دې ته د پيژندنې او احساساتو ناخوالې پيدا شوي دي. ډاکټ� �ان وايي په هغه غوږ کې چې دې نجلې د پيښې پر مهال د ټليفون غوږۍ ورته نيولې وه، د غوږ پرده څيري شوې او ورته يې دايم ي کوڼوالی پيښ کړی دی.                               &n; bsp;                  کله چې يو تن د تالندې تر بريد لاندې راځي نو د پوټکي لوړ مقاومت ددې لامل ګرځي چې لګيدلی بريښنايي جريان په سطحي ډول له بدنه تير شي چې دا يوه باندنې صاعقه ګڼل کيږي خو ځيني پياوړي بريښنايي جريانونه له پوټکي هم تيريږي او د بدن دننه زيانونه رامنځته کوي. د مايعاتو او وسپنيزو توکو په شان د بريښنا � �يږدوونکو موادو سره نيغ په نيغه تماس، دا ګواښ ډيروي چې بريښنايي جريانات بدن ته دننه خپاره شي او داخلي ا� �ګانونه سخت زيانمن کړي. د ډاکټرانو په وينا، تر اوسه دې ته ورته درې نورې پيښې په چين، کوريا او ماليزيا هيوادونو کې هم ترسترګو شوي دي چې قربانيانو يې ټولو له ژوند سره مخه ښه کړې ده. ډاکټران وايي چې که څه هم دا پيښې ډيرې کمې رامنځته کيږي خو په اړه يې د خلکو خبرول اړين دي. يو تن ساينس پوه پاول ټيلر هم وايي چې ښايي په توپاني هوا کې ان په جيبونو کې هم د ګرځنده ټليفونونو ګرځول ګواښمن وي.                               &n; bsp;           نو له دې وروسته مو په پام کې وي چې له تالندې او بريښنا سره په مله توپاني او باراني هوا کې ، په ګرځنده ټليفونونو کې له خبرو څخه ډډه وکړئ. ",د تالندې او بريښنا پر مهال له ګرځنده ټليفونونو څخه ګټه مه اخلئ. 3503,نظيف تکل - هالنډ," که څه هم دوه کاله د انسان د پيدايښت له پاره اوږد عمر نه دﺉ ، خو ديوې خپروني د خپراوي له پاره کافي وخت دﺉ چ يځانته په ټولنه کي خپل ځای پيدا کړي . د بېنوا ويبپاڼي قدرمنو چلوونکو ! که څه هم دوه کاله د انسان د پيدايښت له پاره اوږد عمر نه دﺉ ، خو ديوې خپروني د خپراوي له پاره کافي وخت د� �  چ يځانته په ټولنه کي خپل ځای پيدا کړي . له نېکه مرغه بېنوا ويبپاڼي دغه مقام ترلاسه کړﺉ او په دې موده کي تر ټولو ښه ځلېدلې ، دخپراوي دوهم کال دي يې بختور وي . په درناوينظيف تکل - هالنډ ۲۵- جون - ۲۰۰۶ ",د بېنوا ويبپاڼي دوهمه کليزه دي نېکمرغه وي ! 3504,"ډ. نظرمحم دسلطانزی ځدراڼ"," هيله ده چې لراوبر افغانان دنوموړې ارزښتناکې ويبپاڼې دلا پياوړتيا لپاره خپل پوهنيزګډ کا� �او مادي مرسته وه نه سپموي . په دې اړوند غواړم چې خپل مثبت نظر په څوکرښوکې لنډ وليکم. دبينوا ويبپاڼې پياوړو اوقدرمنوکا� �کوونکو سلام !    زه هم په خپل وارسره دبېنواويبپاڼې دوهمي کليزي دپوره کيدلوپه تړاوټولوکارکونکو، � �وستونکواو مينه والو ته د زړه له کومي مبارکي وايم. هيله ده چې لراوبر افغانان دنوموړې ارزښتناکې ويبپاڼې دلا پياوړتيا لپاره خپل پوهنيزګډ کاراو مادي مرسته وه نه سپموي . په دې اړوند غواړم چې خپل مثبت نظر په څوکرښوکې � �نډ وليکم. Ø      کله چې زه هره ورځ ددرمل پوهنې کار په روغتون کې تر سره کړم نو د بېګا له خوا خپله تنده د بېنوا ويبپاني په لوستلو سره ماتوم اوپه پايله کې زما هر اړخيزه ستونزه بيخي ورکه شي. په انګريزي ژبه ورته ری� �اکس (Relax)  ویلای شو. Ø      هغه پوهان  اوټول ليکوالان  چې د بينوا په ويبپاڼه کې مضمونونه ، مقالې او � �عرونه خپروي په لوړه کچه ملي ، وطنپال او په خپل مټ ولاړ شخصيتونه دي. داځکه چې هغوې دافغان ولس دطبيعي اوديم وکراتيکو حقوقو څخه په ملي اونړيواله سويه دفاع کوي.  د بيلګي په ډول هر څوک چې يو مضمون لیکي نو ددې لپاره پو� �ه وخت اود فکرکولو انرژي په کارده. په صنعتي نړۍ کې وخت د پيسو سره سم سيخ متناسب دی. نوموړې کړنلاره د ملي � �خصيتونود کرکتر يوه وتلی نښانه ده. Ø       دبينوا ويبپاڼه هر اړخيزې موضوعګانې لکه اسلامي پوهه، سياسي پوهه ، کلتوري پوهه، د طبيعي علومو پوهه ، ورځني تازه خبرونه او نور دټول افغان ولس لپاره وړاندې کوي. دا په دې مانا چې دهرچا لپاره پکې ځاې شته اود خپل زړه موضوع پکې پيداکولاې شي.  دبيلګي په ډول کله چې يو بېګا ما دبينوا ويبپاڼه خلاصه کړه نو مې سترګې دلراوبرافغانستان يو نامتوملي اوعلمي شخصيت خداې بښلي ډاکترکبير ستوري د مړينې په غمجن خبرتيا ولګيدلې (اروا دښادوي).  سمدلاسه مې د ارواښاد دکورنی سره تليفونې اړيکې ونيولې. Ø        دبينواويبپاڼه دافغان ولس د تنکيو ځوانانوپه نوښت او ابتکار سره دوه کاله دمخه پيل شوه. په داسې حال کې چې زموږ ځوان نسل د جګړوپه اوږدو کې خپل وطن هيرکړیدی او حتې ځينې يې په مورنی ژبه هم نه پوهيږي خو په همغه کچه د  بېنواويبپاڼي ځوان روڼفکره  کارکوونکې د ستاينې او قدروړملي او کلتوري شخصيتونه دې چې دلوې څښتن (ج) په ا� �هام سره دا دنده ورته سپارل شوې ده او زه هم هغوې ته دزړه له کومي مبارکي وايم اولا بريالیتوب يې غواړم. Ø      د بېنواويبپاڼي يوه ډيره غوره موضوع چې په دې وروستی کې يي دټول افغان ولس په فکر کې ور په ياد کړه يانې : ( په مورنې ژبه  دزده کړې اړتیا ). په دې اړوند يو لړپوهانو خپل وړانديزونه اونظرونه هم وړاندې کړل چې په دې هک� �ه   د ډاکټر سراج الحق ببرک زی ځدارڼ  ژوره علمي تاريخي  څيړنه ديادولو وړ ده. سرليک يي داسې دی  ( زموږ پلا� �نی هيواد مورنۍ ژبه نه لري ؟ ). په دې اړوند دومره ويلاې شم چې د بي بي سي(BBC)  پښتوڅانګې هم لا تراوسه دومره زړه ورتوب او يا نوښت پيدا نه کړ چې دافغان ولس ډيرکي پښتون قام  په يو ډيرمهم طبيعي حق يانې مورنی ژبې پښتو په هکله ددولت څخه ديوه ګردي ميز په خپرونه کې  داپوښتنه وکړي چې په کوم ملي او نړيوال قانون سره  دافغانستان په دفت� �ونو ، سفارتونواو ښونځيو کې دپښتو ژبه نه شته او نه ورته څوک اهمیت ورکوي. په داسې حال کې چې دبينواويبپاڼې  کا� �کوونکو دافغان ولس  دپښتو ژبې موضوع رامنځ ته کړه او په دغه ډول تګلاره سره يې د ټولې نړې پام يوې کلتوري نيم ګړتيا ته راوګرځولو چې ګڼه  د ژبې موضوع دافغانستان دسولې سره سم سيخ تړاولري.  په دې اړوند دلوېديزې نړی يونامتوفيلسوف او دنوبل جايزې ګټونکي مخ وینه ديادولووړده: (دهرې جګړې دګټلوپريکړه دوسلو په زورنه کیږي بلکې دانسان په قانع شوي فکرپورې اړه لري چې ګڼه جګړه وکړم او که وه نه کړم ؟ د بېنوا پاڼې نوموړې پوښتنې په ډاګه کړه چې دپښتنومطلق ډيرکی دپښتو ژبې پلي کول په ورځني تعليمي ژوند کې د خبرو او  یا دکاغذ پر مخ نه بلکې په عملي ډول غواړي . نوترهغه وخته پورې چې دپښتوژبې ستونځه په افغانستان کې بې پامه پاتې شي او دحل لارې چارې ورته پيدا نه شي نو زما په فکرسره کورنی جګړه به دپخوا په شان پايښت ومومي اوپه افغانستان کې يووالې نه راځي او  دسولې څخه نورهم ليرې کیږي. په دې اړوند د پښتنووتلې ملي شاعر، پوځي ستر جنرال خوشحال خان خټک چې هم دتورې او هم دقلم څښتن وو� �اندنې شعر ته دپښتون قام پام رااړوم:   لاتراوسه يې مازغه په کرارنه دې              چاچې ماسره وهلی سرپه سنګ دی ګڼه زه لويې دعوا لرم په زړه کې         ولې څه کړم چې پښتون واړه بې ننګ دی (لوی خوشحال بابا )   Ø      په اخير کې زه دومره ويلاې شم چې دافغان ولس دکلتوراوپه نړيواله کچه د روڼفکرانوهر اړخيزه ډلو يوځاې کول، دهغوې دفکرتحليل، او دپښتو ژبې دادبياتوزده کړه  د بينواويبپاڼې د منځ ته راتلو سره سم پيل شوه. دا دومره غټ کار اووطن ته سپيڅلی خدمت دی چې حتې تراوسه پورې پخپله دافغانستان حکومت هم نه دی تر سره کړی. د بيلګي په ډول دډيرو مسلکي پوهانومضمونونه او همدارنګه زما د هستې فزيک لکچر نوټونه سم سيخ د کابل پوهنتون، دننګرها� �پوهنتون د کندهار پوهنتون اود خوست افغان پوهنتون دزده کونکو له خوا دبينوا ويبباڼې له لارې لوستل کیږي. Ø      زه پخپله د بينواويبپاڼې سره د راتلونکې وخت لپاره هم خپله هر اړخيزه مادي ،معنوي او مسلکي مرستې م� �اتړ په ډاګه کوم اوهمدارنګه نورووطنوالوته هم  بلنه ورکوم چې  سمدلاسه  خپله مادي ، علمي او کلتوري مرسته د نوموړې ويبپاڼې سره پيل کړي. Ø       پښتنوپه ټول تاريخ کې ددې وس پيدا نه کړ چې لکه دنوروژبو په څير په پښتو ژبه کتابونه او اثار وليکي. په خواښينی سره بايد ووايو چې پښتنودزرګونو کالو څخه راپدې خوا دژوند ټول وخت په جګړوکې تيرکړاو ژبې او کتاب لپاره يې یا داچې وخت پيدا نه شو اوياداچې دناپوهی له سببه دپام څخه وغورځوله .  په دې اړوند دپښتون قام نوميالی شاعر، فيلسوف اواسلام پوه رحمن بابا داسې وايي:                  ما چې خال داستا د وريځوپه میان وليد         نه بل هسې رنګ امام شته نه م حراب                يوکتاب هم په سړبن کې چاوه نه کړ          بې رحمانه چې يي ا وکړ دا کتاب                                                                              (رحمن بابا)   په داسې حال کې چې دبينواويبپا ڼې په سل ګونومقالې ، مجلې او خپرونې ددووکالو په موده کې چاپ اویا دانټرنيټ له لارې خپرې کړی. داځکه چې دا نټرنيت لاره تر ټوله اسانه ، ارزانه، چټکه اواغيزمنه لارده چې په ټوله نړې کې  خواره واره افغانان سره يوځاې کوي او دفکر راکړه ورکړه چمتو کوي. Ø       په پايله کې  زه دزړه له کومې دبينواويبپاڼې ټولوکارکونکو ته دنوموړې سپيڅلي ملي او ولسي کارپه مخ بوولوکې لا نور بريا� �يتوبونه او پياوړتيا غواړم. هيله ده چې دا لړې همداسې پايښت ومومي.  وړانديزونه: دبينوا ويبپاڼې سره بايد ماد ي مرسته وشي . ددې موخې لپاره يوه کړنلاره وټاکل شي . مسلکي افغان پوهان بايد کتابونه په پښتوژبه وليکي او دبينوا ويبپاڼې له لارې خپاره شي تر څو زرتر زره دافغانستان پوهنتونو زده کونکي ورڅخه ګټه پورته کړي. دومره ډيرې نوروويبپاڼو ته اړتيا نه شته. کيداې شي چې دپښتوژبې نورې ويبپاڼې د بينوا سره يوځای شي. داځکه چې دومره وخت څوک نه لري ترڅوهره يوه ويبپا په ځانګړي ډول وګوري. يوازې دډيرو مهمو غونډو په هکله راپورونه او يا عکسونه خپاره شي.   په راتلونکي نږدې وخت کې د کابل په پوهنتون کې  دپښتو ژبې په هکله يو نړیوال علمي سيمينار جوړشي او دپښتوژبې پلې کول دهيواد په ټولوښونځيو، پوهنتونو، لوړوموسسواوبهرنيو سفا� �تونوکې تر څيړنې لاندې ونيول شي. په نوموړې سیمینار کې د با ندنیو هيوادونوژبپوهان اونورمسلکي پوهان هم راوب� �ل شي. دغونډې مصرف بايد نړيوال مرستندویې ټولنې او دافغانستان حکومت پرغاړه واخلي. داځکه چې هره ورځ په مليونونو ډالره دافغانستان په نوروپروژوکې تر خاورولاندې کیږي. نوکله چې ددې سيمينار څوزره افغانې مصرف ورسره پر تله کړو نوکه دخاورې لاندې هم شي خو ګټه يې دارزښت وړده.  په درناويدافغانستان داتوم انرژي سازمان (AAEC) پخوانی مسئول مشر دهستې فزيک پوه اود سرطان ناروغيو څيړنپوه  (Cancer research scientist)پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ   ",دبېنواويبپاڼې دوهمي کليزي دپوره کيدلوپه تړاو 3505,احمد شاه (شيراني)," اسلام عليكم ورحمة الله و بركاة!تر ټولو د مخي زه د (((بېنوا))) د كليزي مباركي د نړي ټولو پښتنو ته د زړه له تله وړاندي كوم. او وياړم ... او ډير وياړم  او خپل سر هغو پښتنو ځلميانو ته ټيټوم چا چې د  ادب پر اسمان  د بينوا په نوم يو د پښتو ستوري وځلاوه او د وخت د سيليو او طوفانونو د مقابلي تږي ګلان يي خړوب كړل او د وخت پرزخمونو پټي � �وهمدا رنګه د شكر او ياړ ځاي دي چې زموږ د ملت بچې را ويښ شوي دي او نور په تياره تمونو كښي له بيغوره خوبونو څخه را پاڅيدلي او د روڼا په لوري حركت كړي انشاءالله دا يون به په مخ  كيږي تيزيږي به او نور به هم په مخ ځيانشاءالله دا ده بابا بچې به د زمريو په څير  دخپلي مخي خنډونه لري كړي خپل ځانونه به يو ځل بيا د خپل بابا په څيره كي وښي او ډير د خوښي او د سرلوړي ځاي دي چې نن د پښتوناوي سنګار اوښايسته او په هر ميدان كښي په خاصه توګه په انټرنيټ كښي له نورو سره سيالۍ په وياړ او غورور كوي او واي چې زه هغه پښتو يم چې اغيار مي زغملاي نه شي او په هيڅ ميدان كښي مي شريكه ليدلاي نه شي خو زه د پښتنو پښتو د با تورو پښتنو پښتو يمه خپل سينګاريده غواړم او په ميدان د هر دښمن ستګو ته درم  چې تر څو د غليم د سترګو ازغې شم  او د زړه په سر يي زخم شم او پخپله ځالا او ښكلاي ورو ورو د غليم د زړه په زخم كي زياتوالي راولم  او له دي دنيا يه هغي بلي دنيا ته بي پښتو  ور واستوم او پخپلو سندرو او نارو د پښتون بچې په زړه كي د ميني او سيالي ډوي بلي كړم او په سيالي كښي د خپلو سيالانو سر كړم  زما خبريزه د هر هغه پښتو ن څخه زار شم  چې د خپل ملت د وياړ او  وقار په خاطر يي يوه كليمه كښلي وي ما ته هر هغه پښتون د ملت اتل دي چې وخت ورڅخه تير شوي وي او دي د وخت په اخير كي را ويښ شي خو بيا هم خپل همت له لاسه ورنكړي او د قلم په څوكه يا د نور علم او ادب په وسيله خپل ملت ته خدمت وكړيپښتانه هر څه لري خو علم په كښي كم دي راځي چي په ټولو دا كمي پوره كړوكه له پښتانه سره لسمه (۱۰) د ده د توري علم واي د نړي د قامونو سر كښ به وو څوك چې علم او پښتو سره يو ځاي كوي هغه د پښتنو اصلي اتلان او وارثان دي ما ته  بينوا؟- بينوا د پښتو او پښتنو مركز- بينوا د پښتون شمله د پښتني لوپټه-  بينوا د بابا توره- بينوا د پښتو او پښتانه انځور- بينوا  علم، هونر ، ادب- بينوا پوه رڼا - بينوا د ژوند ډيوه- بينوا له دښمن سره د مقابلي غښتلي مرچل- بينوا د ستړو لالهاندو او سرګ� �دانو پښتنو حجره- بينوا د پښتنو ټاټوبي - بينوا د پښتني چمن لمر- بينوا  لټون او پاڅون-  بينوا د بينوايانو د هيلو كور- بينوا د بينوا اولس اواز- بينوا د ظالم په سر تندر- بينوا د غليم غاښماتونكي جواب- بينوا د بينوايانو د سرتاج- بينوا ساينس او ټكنالوژي- بينوا زما ملا، زما كتاب، زما قلم، زما كاغذ، زما جامي ، زما د زړه خواړه دي - زما دي ځان، زما دي تن، زما دي روح، زما دي هوش ، زما د سترګو ليده دي بينوا ته نظرزما په نظر تر بينوا هيڅ يوه پاڼه ښائسته نه دهزما په نظر بينوا تر ټولو ډير او ښه معلومات لري خو غواړم:چې د بينوا د پاڼي په سر كي ښې لور ته د پښتنو اتلانو واړه اكسونه يو په بل پسي راشي ياني Animation   وكړي او په موضوګانو كښي يوه موضع  زياته شي  (((د ماشوم پالنه د مور او پلار لپار)))په دي كښي داسي لمړني او ساده مواد را ټول شي چې هر لوستي كولاي شي ګټه ت� �ينه واخلي . كه په لنډ ډول و وايم چې په دي مضوع كښي مور او پلار ته د ماشومانو سالمه تر بيه يا لږ تر لږه د م اشومانو حقوق په مور او پلار باندي ور وښول شي . چي دا موضوع زموږ په ټوله ټولنه كښي په خاصه توګه په پښتنو كښي له صفره سره برابره ده. او زما په نظر دا موضوع د پښتني ټولني د پرمختګ لپاره يو ستر حصيت لري او  ميان ته راوړلي يا ورباندي كار كول يي يو بيساري خدمت دي په پاكه پښتني مينه ",ما ته بينوا؟ 3506,بسم الله پښتونمل," دبينوا پاڼه د پښتو په تاريخ كي لمړنۍ پښتو انټرنيت پاڼه ده چه مخكي تر دې موږ دومره بډايه انټرنيټ پاڼه نه درلوده. غواړم د بينوا ښيګڼي په لاندي لنډو ټكو كي وښيم دهغه ذات په نامه چه لوی او توانا دی  له هرڅه تر مخه غواړم ټولو پښتنو په ځانګړې توګه د بينوا د پاڼې محترمو لوستونكو ته د بينوا انترنيټ پاڼي د دوهمې كليزې له امله ځانګړي مباركۍ او دخوشالۍ مراتب وړاندي كړم. دبينوا پاڼه د پښتو په تاريخ كي لمړنۍ پښتو انټرنيت پاڼه ده چه مخكي تر دې موږ دومره بډايه انټرنيټ پاڼه نه درلوده. غواړم د بينوا ښيګڼي په لاندي لنډو ټكو كي وښيم  بينوا خپلواكه پښتو انټرنيټ پاڼه ده بينوا انترنيت پاڼه ملي او اس� �امي ارزښتونه په پام كي ساتلي بينوا انترنيت پاڼه زموږ لپاره اسلامي او مذهبي كتاب دى بينوا انترنيت پاڼه د عامو خلكو د نظر ښكارندويه ده بينوا انترنيت پاڼې يواځنۍ موخه دپښتو خدمت كول دي بينوا انترنيت پاڼه د هر چا ليكني ورين تندي مني بينوا انترنيت پاڼه د ټولو پښتو انترنيت پاڼو،راديوګانو، او نورو پر� �يكه پښتو رسنيو مجموعه ده بينوا انترنيت پاڼه د نويو ورځينو پيښو غوره كتنځى دى بينوا انترنيت پاڼه دتا� �يخي او مهمو اسنادو يو لوي او غني كلكسيون دى بينوا انترنيت پاڼه موږ ته د نوموتي پښتانه راپيژني بينوا انترنيت پاڼه موږ ته د ساينس او كمپيوټر په اړوند ښه لارښوده ده بينوا انترنيت پاڼه زموږ د كمپيوترونو � �پاره په وړيا توګه پښتو لري بينوا د هنر او ادب په هكله موږ ته ګټوري مشورې راكوي بينوا انترنيت پاڼه زم وږ لپاره بريښناني كتابتون لري بينوا د غريبو او بيچاره ولسونو انترنيت پاڼه بينوا تل د ظالمو او مغرو� �و خلكو پر مخ د څپيړي غوندي حيث لرلي ده او بينوا د پښتو لپاره دومره خدمت كړى او كوي يې چه اندازه لګول يې م مكن ندي ددې پاڼي په هكله كه هر څومره وږغيږو بيا هم لږده، په پاي كي يوځل بياهم د بينوا نترنيت پاڼي د دوهمې كليزې په هكله خپلي مباركي ټولو پښتنو ته وړاندي كوم، او په ځانګړي توګه د محترم خالدهادي او عبدالله احسان د خدمتونو او نيكيو منندوي يم چه د بينوا د جوړولو او چلولو په اړوند يې كړي دي، دوې ته اوږد ژوند، بشپړه برلاسي ، او دپښتو د خدمت لپاره لا نور توان له لوي او متعال څښتن څخه غواړم او هرهغه چاچه دبينوا سره هر ډول همكاري كړي وي كورودانى وايم. دبينوا انترنيت پاڼي د لا پرمختګ او كاميابۍ په هيله ",په تاريخ کي لمړنۍ بډايه پښتو ويبپاڼه 3507,,"   ائتلافي ځواکونو په خپرې کړې خبرپاڼه کې کاږلي چې ددغو ځواکونو یو سرتیری تیره ورځ دکنړ دپیچ په دره کې وژل شوی. دا سرتیری په نوموړي ولایت کې دغره دزمري عملیاتو دلړۍ په ترڅ کې وژل شوی چې په پراخه کچه دغه عملیات په کنړ کې ددولت دمخالفینو دټکولو لپاره دائتلافي او ملي اردو لخوا پرمخ ځي.  ",یو ائتلافي سرتیری په کنړ کې وژل شوی. 3508,," د نورستان والي ښاغلي تميم خبري رسنيو ته وي� �ي چې د نورستان په ولايت کې د طالبانو له خوا پنځه تښتول شوي کسان چې د نوموړي ولايت د عامې روغتيا او د فوايد عامې ريسان پکې وو نن سهارد کامدېش په ولسوالۍ کې پرېښودل شوي دي . ",په نورستان کې يرغمل شوي کسان خوشي شول . 3509,نیک محمد نیکمل," ليک  په سرو وينو ليک ليکمهبيا جانان ته ئي ليږمه د زخمي زړګي تصوير همد ليک منځ کې بندومه غټې غټې درنې اوښکېله چشمانو تو يو مه جګي جګي ورته وايمپښې به لوڅې کړم ورځمه په بل شان تر حم نکړيليونی ځان جوړومه د جانان د کلي منځ کېسمې چيغې به وهمه ګوندې سخت زړه ئې شي نرمخپل ګرېوان څيرې کومه که د مينې يار مې نه شوخودکوشي اع� �انومه يا خو سم به ئې زړه سوړ شيله ګړنګ ځان غورځومه يا خو ښي به شي نيکملهيا به غم ته غاړه ږدمه ",ليک 3510,ظفر کریمي,"           ناز  کتو دې راله کړه لمبه لمبه زړه په بدله کې رابېرزو کړه يوه شيبه  زړه دهر چا په غم کې ځان غمشريک بولیخدای مې ايښې په سېنه کې عجيبه  زړه چه پتلون کلتور کې خپل پښتانۀ وينی شنۀ لوخړه شی توبه،توبه،توبه  زړه دا چه سترګو کې ېې غټی غټی ګرځيچاوهلې دکابل دی په نېزه  زړه اتلان چه ځان ته وای دا ،،هغوي ،،ديملالۍ چه ترې ايستلی و په ټپه  زړه د،ظفر،قلم په ګتو کې شور جوړ کړهڅه په خلۀ يم دا مې غږ دې دکعبه  زړه ",غزل 3511,,"   نن سهار اته نیمې بجې یو ځانمرگی برید دباگ� �ام په لاره دامریکایي سرتیرو په یوه کاروان وشو چې له امله دوه ماشومان ټپیان شوي او پخپله ځان وژونکی پکې وژل شوی. بینوا ته په سیمه کې عیني شاهدانو وویل چې امریکایي سرتیرو ته پکې هیڅ زیان ونه رسید. ",په باگرام کې ځانمرگی برید شوی. 3512,,"   دطالبانو ویاند ډاکټر حنیف ویلي چې تیره شپه یې دلغمان په مرکز مهترلام دائتلافي او کورنیو ځواکونو په یوه مرکز برید کړی خو طالب ویاند دتلفاتو په اړه څه ندي ویلي. دولتي چارواکي یوازې دیوه توغندي دلگیدو خبره کوي.   ",طالبان دلغمان په مرکز دبرید ادعا کوي. 3513,," ", 3514,,"   دطالبانو ویاند حنیف خبري رسنیو ته ویلي چې دپاکستاني تلویزیوني چینل جیو خپره کړې ملا عمر ته منسوبه غږیزه کیسټ دروغ ده نوموړي ویلي چې ملا محمد عمر پدې وروستیو کې هیڅ داسې کومه کیسټ خبري رسنیو ته نده ورکړې. له جیو تلویزیون څخه خپره شوې دملا عمر په کیسټ کې راغلي وه چې دکرزي حکومت په ځینو محدودو ځایونو کې شته او دنړیوالو ځواکونو په شتون یې نیوکه کړې وه. ",طالبان دملا عمر په نوم خپره شوې کیسټ دروغ بولي 3515,,"   دکورنیو چارو وزارت دم طبوعاتي دفتر یوه مرستیال ویاند نن بینوا ته دهغه خبر په اړه چې دطالبانو ویاند حنیف تیره ورځ دپکتیا د تیره کوتل په سیمه کې دوو پولیسو دوژنې ادعا کړې وه رد کړه او دایې زیاته کړه چې دترکیي شرکت یو موټرچلونکی ټپي شوی دی اوبس. دغه ویاند دا هم وویل چې په امنیتي پوسته یوازې یو مزائیل پریوتی او دا یې هم زیاته کړه چې طا� �بانو ته په ځوابیه برید کې زیان هم وراوښتی دی.  ",کورنیو چارو وزارت دطالب ویاند ادعا ناسمه بولي. 3516,," ", 3517,,"   تیره ورځ دلغمان ولایت ددولت شاه و� �سوالۍ دگډیال غره په ځنگل اور لگیدلی چې دچارواکو په وینا نیږدې درې کیلو مټره ځنگل پکې سوزیدلی دلغمان والي ویلي چې دولایت اداره یې دمړ کیدو توان نلري. ",دلغمان په دولت شاه کې ځنگل اور اخیستی. 3518,,"   نن په میرانشاه کې دپاکستاني امنیتي سرتیرو په یوه مرکز کې ځانمرگی برید شوی چې لامله یې ٧ عسکر وژلي او لسو زیات نور یې ټپیان کړي لا هم چا دپیښې پړه نده اخیستې. په میرانشاه کې طالبان ځينې وختونه په دولتي سرتیرو بریدونه کوي او مرگ ژوبله و� �اړوي. ",ځانمرگي برید میرانشاه کې ٧ عسکر ووژل. 3519,,"   دکیرم شالوم سیمه دا مهال دلسگونو اسرائیلي ټانگونونه ډکه ده ځکه داسرائیلو لومړي وزیر ایهود اولمرت ورته ویلي چې پراخ عملیات دغزې په تړانگه کې دتښتول شوي پوځي کرفورل گیلاد دموندلو لپاره پیل کړي نوموړی دحماس اسلامي ډلې لخوا دځانمرگي برید وروسته ونیول شو او دوه نور په ځانمرگي برید کې ووژل شو. ",اسرائیل په غزه کې ستر عملیات پیلوي. 3520,,"   دسریلانکا دلوی درستیزوال م� �ستیال جنرال پارمي کولاټانگو نن دسریلانکا په پلازمینه کولمبو کې هغه مهال ووژل شو کله چې دنوموړي دسپرلۍ گاډی دسریلانکا دتامیل دپړانگانو دځان وژونکي تر برید لاندې راغی. له نوموړي سره درې نور وگړي هم وژل � �وي ",لوړ پوړی پوځي مشر په سریلانکا ووژل شو. 3521,," د وروستيو � �خړو او امنيتي حالاتو په پامنيوي سره امريكا غواړي اوسنى ولسمشر حامد كرزى استعفا وركړي. د المان د فوكس مجلې په وينا، المان په دغو ګنګوسيو سخت اندېښمن دى او په كابل كې يې د خپلو ډيپلوماټانو له لارې له امريكايانو سره دغه اندېښنه شريكه كړېده. د جرمني اژانس د خبر پربنسټ، په كابل كې داسې ګنګوسي دي،چې امريكا غواړي ولسمشر حامد كرزى او د هغه د كابينې يو شمېر غړي استعفا ته اړباسي. كابل ميشتو امريكايي چارواكو دغه ګنګوسي په سختو ټكو رد كړي او وايي، له كرزي او د كرزي له دولت نه به خپل ملاتړ ونه سپموي.   ",امريکا کرزی استعفا ته اړ باسي 3522,"شاولي يارزی -� �ندن"," دبينوا ويب پاڼه دوه کلونه هره ګړۍ هره ورخ او هرچېرته دلوستونکو په خدمت کې وه او په دې کې هيڅ شک نه وينم چې په خپلو موخو کې لکه چې ويب پاڼه وايي ((افغاني کلچر ته چوپړ او دځوان نسل دفکري ځواک روزنه اوپالنه ده)) ترډېرې کچې بريالۍ وه اوبريالۍ ده  لمړی خو په تاسې يو ه ((غټه نيوکه)) لرم  او هغه داچې زه مو ددغې ويب پاڼې په روزمره لوستلو معتاد کړی يم او ددغې دوستانه ګيلې څخه وروسته دزړه دتل نه درته وايم :دويمه کليزه مو مبارک شه!!که څه هم دوه کلونه ديوې ويب پاڼې په ژوند کې خورا لږعمر دی خو دبينوا و يب پاڼې په دغه لنډه موده کې اوږده لاره وهلې او اوس دبلوغيت اوځوانۍ په خايست کې په پوره ځواک خپله بشپړتيايی  لاره وهي. دبينوا ويب پاڼه دوه کلونه هره ګړۍ هره ورخ او هرچېرته دلوستونکو په خدمت کې وه او په دې کې هيڅ شک نه وينم چې په خپلو موخو کې لکه چې ويب پاڼه وايي ((افغاني کلچر ته چوپړ او دځوان نسل دفکري ځواک روزنه اوپالنه ده)) ترډېرې کچې بريالۍ وه اوبريالۍ ده  او زه ورته ددغو سپيڅلو هدفونو په تحقق اوپلی کولوکې دلاډېرو برياليتوبونو هيله کوم. دويب پاڼې دلا ښه کېدو په مقصد زما په عقيده بايد دټولنيز پوهاوي او شعوري درک دلوړتيا په باب ليکنې او مقالې زياتې او برجسته شي. په اوس حالت کې دسياسي ليکنو او رپو ټونو لړۍ په ويب پاڼه کې نسبت نورو برخو ته پياوړې ده خو هغه لېکنې او مقالې چې بايد دويب پاڼې ديوبل شعار (....د ټولنيزو خرافاتو او ناوړه دودونو دورکولو له پاره پر له پسې مبارزه ...)دتحقق په لار کې اغيزه وکړي ډېرې نه په سترګو کيږي. په رښتيا هم ټولنيزو خرافاتو او ناوړه دودونو زموږ ټولنه سرتاسر( دډېرو لوستو کسانو په شمول) په زهرو لړلې اوله دې ککړتيا څخه دخلاصون له پاره بايد ډېر ې زياتې ليکني اومقالي د عامه ذهنونو دتنوير په موخه له خبري او مالو ماتي رسنيو  څخه خپرې شي. دغه راز که ممکنه وي بايد داقتصاد او دهيواد د بيا ابادۍ په برخه کې دبيلابېلو موډلونو او وړانديزونو  او ليکنو په باب د پوهانو پام راواړول شي. موږ دسياست پرته دمبارزې ډيرې نورې جبهې هم لرو چې يوه له بلې مهمه بريښي او بايد له پامه ونه غورځول شي او يو مناسب انډول رامنځ ته شي. بريالي اوسی ",دبينوا دويب پاڼې ښاغلو چلونکو! 3523,ډاكتر جمشېد سمون," هغه څه چې زما په بېنوا ټكى كام وېب پاڼه كې تربل هرڅه ډېرخوښيږي هغه دآن لاين ژورناليزم ديوې ځانگړې تقوى ساتل دي. بې له شكه چې دوېبپاڼې واكمنوښاغ� �يوخالدهادي حيدري اوعبدالله احسان گډو روحيواوهلوځلودغې تقوى ته قوت وربخښلى دى . د بېنوا ټكى كام ښاغلو چلوونكو او مينه والوته سلام ! د بېنوا ټكى كام د دوهمې كليزې  له  امله مې د زړه له كومي  مباركي ومنئ !درنو دوستانو !د پښتني ټولنې كاڼي او بوټي د دې شاهدي وركوي چې  پښتو ژبې ته په دولتي كچه د وخت واكمنو ( هيڅ يوه له احمدشاه بابا   تر حامدشاه بابا )  په ټوله مانا  او لكه څرنگه چې ښايي ، خدمت نه دى كړى .(( مينې گيله په غريو نيولي انداز داســـې وكړهخلك په خپلو كارو بوخت دي په ما كار نلري ))                                                  ( پ، م، كاروان )پښتو ژبه  چې لا تر موږه را� �سېدلې ده ، لاملونه يې فكر كوم  د دغې ژبې طبيعي مقاومت  او ورسره د ځينو ځانگړو وگړو ، كورنيو او ټولنو چوپړ او بلهاري  ده .دې هكله څلور پېړۍ وړاندې  د ستر خوشال خان خټك د كورنۍ او د روښانيانو د كورنۍ او   غورځنگ  ځانته ځانگړى او څرگند پاړكى  دى .راوروسته ترې  په افغانستان كې  د شلمې پېړۍ  اوه ستوري  (   خداى بخښلي علامه استاد حبيبي ، استاد الفت ، استاد بېنوا ، مولانا خادم ، استاد رښتين ،  علامه استاد رشاد او محمد گل خان موم ند )وو چې د پښتو ژبې د پراخه اسمان  ډېر تياره گوټونه پرې رڼا شول ،  پښتو ژبه او پښتانه  د احتمالي  فنا څخه د حتمي بقا  په لور راستانه شول. پدې لاره كې د لرې پښتونخوا  د دغو درنوسټو خداى بخښليو هر يو استاد راحت زاخېلي ، استاد حمزه شينواري ، مولانا عبدالقادر ، د خان عبدالغفار خان او كورنۍ يې، قاضي عطا الله خان ، ظفر كاكاخېل ،استاد كامل مومند ، استاد قلندر مومند او ښاغلي اجمل خټك   گامونه او چوپړ  د  پوره  پاملرنې  وړدي .پدې � �اوروسته كلو كې  بيا د خوشال فرهنگي ټولنې   ، د افغانستان د كلتوري ودې ټولنې  او د وگړو په كچه  د  خداى بخښلو استاد روهي  او دوست شينواري  او   ښاغلو  استاد زيار ، استاد انځور ، د استاد پسرلي او كورنۍ يې ، استاد رفيع ، استاد صميم  او استاد يون  له هڅو  او زياره  څوك سترگې نشي پټولاى .له  پورتنۍ  سريزې  مې موخه دا ده چې د  پښتو ژبې د  پرلپسې ودې  دنده د نړۍ  د نورو ژبو او معمول  پرخلاف ، د دولتونو   پر ځاى   تل    فرهنگي  ټولنو او   وگړو ته پاتې شوې ده .پدې لړ كې دا دى بېنوا فرهنگي ټولنې   د مخكښو او هڅاندو غړو په درلودلو سره  په  يوازې سر وكولاى شول  د اوس وخت لپاره  په ځانگړي ډول  پښتانه ځوان كول ته  د يوې اكاډيمۍ حيثيت خپل كړي .اوسمهال چې  تازه د يوويشتمې  پېړۍ  په لومړۍ لسيزه كې ژوند كوو ، د ژبې او كلتور د ودې  او دخپلمنځي اړيكو  � �پاره د وسيلې په توگه  د  انترنټ  او له  هغې څخه د  وېب پاڼو او برېښناليك  په  برخه كې گټه اخيستنې  په هكله  ټول په يوه خوله  اعتراف كوي ، د خوښۍ ځاى دى چې  پښتانه ځوان  پښت له دغه وسيلو څخه پوره گټه پورته كړې او ډېره ښه يې وكارولې ده  .د دې خبرې د زبات لپاره راځئ  د يوې لنډې شېبې لپاره داسې تصور كړو  چې كه خداى مكړه  دغه د گوتو په شمېر څو پښتو وېب پاڼې هم نه واى    نو پښتانه به  چې دنړۍ گوټ گوټ  ته خپاره شوي دي  ، يو دبل څخه  ، يو د  بل له انده  او سياسي ـــ ټولنيزو  دريځونو څخه ، د يو بل  له كلتوري هڅو څخه  او په لنډه كې  يو دبل له ژونده څخه څومره  ناخبره واى . ( جمشېدسمون  به د  صالح محمد صالح له حاله  څه خبر و ،  عبدالله احسان او خالد هادي به له  هدايت الله هدايته  سره څه پېژندل . ) بېنوا ټكى كام وېب پاڼه هم د بېنوا فرهنگي ټولنې د پرليكه (Online) خپرنيزې څانگې په حيث  پدې توانېدلې ده چې  ډېر سره خواره  او ډول ډول  اندڅښتني    يې وگوري او خوښه يې كړي .د پښتو  ژبې د  آن لاين  ژورناليزم  د رامنځته كېدو  ډېره كمه موده كيږي  خو د بېنوا وېب پاڼې  د خاپوړو موده  ډېره كمه   او  وه يې كولاى شول  چې په دغه  كمه موده كې   ډېر ژر  اوچت گامونه واخلي او زموږ دوياړ ځاى ونيسي .د وېب پاڼې ټولې برخې  ښې ښايسته او غني دي  .( ټوكه : هسې مونوم ورباندې (( بېنوا)) ايښى دى ! )د وېب پاڼې جوليزه بڼه  ډېره ښكلې اوډل شوې ده  چې  د ډيزاينونكي  د ښه ذوق څرگندونه كولاى شي .هغه څه چې زما په  بېنوا ټكى كام وېب پاڼه كې  تر بل هر څه ډېر  خوښيږي   هغه د  آن لاين ژورناليزم د  يوې  ځانگړې تقوى ساتل دي   .  بې له شكه چې د  وېب پاڼې  واكمنو  ښاغليو  خالد هادي  حيدري  او عبدالله احسان  گډو روحيو  او  هلو ځلو   دغې  تقوى ته  � �وت وربخښلى دى . د غو دواړو ته  د ډېر عمر  او دهلو ځلو د لا ډېرېدو  هيله او دعا كوم . مينه او د� �نښتد تل افغان وېب پاڼې چلوونكى۲۰/۶/۲۰۰۶ ",د دوهمې كليزې له امله مې د زړه له كومي مباركي ومنئ ! 3524,اسدالله زمری,"  روان مې دی د او ښکو سپین قطار په اننګو سکروټو ځینې جوړ دی ، دغه هار په اننګو د چا د مستو سترګو تصور کې مې زړه مست شو چې مات مې شو د یو عمر خمار په اننګو د کوم ګلرخ په خیال کې وو اسمان دا ټوله شپه ویښ دا پرخه ده که اوښکې د سهار په اننګو بدل کې ئې ژړا د ټول عالم و ماته راکړه ! خندا ئې کړه تلپاتې د دلدار ، په اننګو دا چا په غدارۍ ، که په غلا ، وړی له کاله دی د یار د زلفو بوی دی ، د ګلزار په اننګو شفق ئې په حسرت ، غروب ئې سو ځي له خجلته قیامت دې چې جوړ کړی مې د ی یار په اننګو د ناز او د حیا په معرکه کې دا څه و شول ؟ ښکلا شوه یو په لسه د نګار په اننګو بهار دی ټکنی ولاړ په وره کې د دنیا په کوم مخ ځان ښکاره کړي ، د روزګار په اننګو ۲۰۰۳.۱۲.۵ ",په اننګو 3525,," ", 3526,,"   نن سهار دهلمند په سنگین ولسوالۍ کې جگړه پیل شوې او لا هم روانه ده دولایت چارواکو ویلي چې دزیانونو په اړه لا تراوسه څه نشي ویلای طالبانو هم لات� �واسه دجگړې په اړه څه ندي ویلي خو عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي چې امریکایي موټر دسوزیدو په حال کې لید� �ي. ",دهلمند په سنگین کې جگړه روانه ده. 3527,," دهلمند د موسى کلا ولسوالۍ کې د يوې جګړې په ترځ کې دواړه لوري يو بل لوري ته د اوښتې مرګ او ژوبلې ادعا کوي . کندهار کې د دولت فوځى چارواکى رحمت الله روفى وايى ١١ تنه طالب جنګيالى يې وژلى دي .ده منلې چې ٢ تنه دولتى عسکر هم په جګړه کې وژل شوي دي .د طالبانو يو وياند قاري يوسف بيا د ١٠ تنو دولتى عسکر دوژلو ادعا کوي .دغه جګړه نن د موسى کلا ولسوالۍ کې شوې چې ځايى اوسيدونکى يې پخلۍ کوي . ",موسى کلا کې مرګ او ژوبله 3528,," افغان چارواکو منلې چې د نورستان په کامديش و� �سوالۍ کې هغه پنځه تنه روغيتايى چارواکى چې تښتول شوي وو ، د دغه ولايت د قومى مشرانو د ولسى هلو ځلو له مخې بي� �ته راخوشي شوي دي . طالبانوددغو کسانو د تښتونې پړه منلې وه . په نوموړو کسانو کې د نورستان د روغيتا د څانګې م� �ر هم وو . ",نورستان کې تښتول شوي چارواکى خوشي شوي 3529,ميرويس جلالزي," دا مرسته د دوشنبي په ورځ د پيسو د نړيوال صندوق له خواه افغانستان ته ومنول شوي. ويل شوي دا مرستي به په افغانستان كي د بي وزلې په لمنځوړلو كي مصرف � �ې. ",له افغانستان ۱۱۹ مليونه ډالره مرسته وشوه 3530,ميرويس جلالزي," د پاكستان استخباراتي مامورين وايي دا بريد تيره ورځ ناوخته د شمالي وزيرستان په ميرانشاه ښار كې هغه مهال وشو كله چې يو ځانمرګي بريد كونكې خپل په ځان پوري تړلى بمونه د پاكستاني سرتيرو په يوه پوسته كي والوزول. په دي پيښه كې د بريد كونكې په ګډون ۶ تنه مړه او ۲۰ تنه ټپيان شوې دې. ",د افغانستان اوسني پولي ته څيرمه مرګوني بريد شوې 3531,ميرويس جلالزي," دا ټكي د افغانستان د دفاع وزارت وياند ښاغلي ظاهر عظيمي خبري رسنيو ته د دوشنبې په ورځ بيان كړ. هغه وويل چي تر دي ورځي ۱۹۷ تنه مخالف اورپكي په دي عملياتو كې وژل شوې دې. دا عمليات له ۱۳ ورځو را پدي خواه په زابل ، كندهار ، ارزګان او هلمند ولايتونو كې د څه باندي ۱۰۰۰۰ تنو ايتلافي او افغان پوځيانو له خواه په لاره اچول شوى دې. په دي عملياتو كي ۶ افغان پوځيان او ۶ ايتلافې سرتيرى هم مړه شوي دې. ",د غره د ضربي په عملياتو كي ۲۰۰ تنه مړه شوي دې 3532,"ميرويس جلا� �زې"," د امريكا د بهرنيو چارو له وزيري سره په دي سفر كې د هغه هيواد ځيني نور د منځني توان مشران هم شامل دې. د سپيني مانې وياند وويل چي ميرمن رايس به په خپل دي سفر كي له جنرال پرويز مشرف سره د افغانستان او پاكستان تر منځ په قبايلي سيمو كې د ترهګرو د پټن ځايو او ګواښونو په اړه خبري وكړي. په اسلام آباد كې د رايس د پاته كيدو د ورځو شميره تر اوسه نده دقيقه شوې. پاكستان د نړيوال تروريزم په وړاندي د امريكى نژدي ملګري ځان بولې. ",كاندوليزا رايس د اسلام آباد په لور را وخوځيده 3533,ميرويس جلالزې," دا خبر د افغانستان د اوبو او بريښنا وزير محمد اسم اعيل خان وروسته له هغه څرګند كړ چي له خپل ايراني سيال سره يې په كابل كې خبرې وكړي. اسماعيل خان وويل اي� �ان ژمنه وكړه چي د ۵۰ ميګاواټه بريښنا دوه دستګاوي به د ژمي تر رارسيدو مخكې په كابل كي ودروي او د كابل ښار د بريښنا اړتيا وي به پري له مينځه يوسي. له دي ۸۰ مليونه امريكايې ډالرو څخۀ به د فراه په ولايت كې هم د بريښنا په سيستم كار وشې. له دي څخه مخكي د كابل ځيني ښاريانو په اسماعيل خان تور لګولې وو چي زړي جنريټري يي له بهر څخه را وړي او پيسې يي په خپل جيپ كې ځاي پر خاۍ كړې دې. خو هغه دا تورونه رد كړل. ",ايران افغانستان ته ډالر وركوې 3534,," افغان ولسمشر حامد کرزي چې د کابينې يو شمير وزيران او په افغانستان کې د چين سفير يې ملګرتيا کوي نن د بغلان په لور وخوځيد .ټاکل شوې ده ،کرزي د پلخمرى -شيرخان بندر سړک چې ١٤٦کيلومتره اږدوالى لري ، پرانيستنه وکړي .نوموړۍ به د خپل سفر په ترځ کې ددغه ولايت چارې ا وولسى ستونزې له چارواکو او قومى مشرانو څخه له نږدې واوري . ",افغان ولسمشر بغلا ن ته لاړ 3535,," چارواکو منلې هغه مهال د ملى اردو يو عسکر مړ او ٤ ټپيان شول چې د سپرلۍ موټر يې له سړک چپ او سند ته وغورځيد . دغه پېښه پرون د نورستان د کامديش ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامينځ ته شوې ده . ",نورستان کې ١ دولتى عسکر مړه او ٤ ټپيان شوي 3536,,"   دنن سهار په جگړه کې چې دهلمند په سنگین کې شوې دائتلافي ځواکونو خبرپاڼه کاږي چې په جگړه کې دوه بریطانیوي سرتیري وژل شوي. ",په سنگین کې دوه بریطانیوي سرتیري وژل شوي. 3537,," ", 3538,,"    طالب ویاند قاري یوسف احم دي خبري رسنیو ته ویلي چې طالبانو ١٥ ائتلافي سرتیري وژلي او دوه ائتلافي موټر یې هم سوزولي نوموړي دغه راز دا هم وویل چې په پنځه ساعته جگړه کې دوه طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي. خو دائتلافي ځواکونو ویاند اینیس بیا ویلي چې دجگړې په اړه زیات جزئیات خبري ناستې ته وروسته ورکوي. ",طالبانو په سنگین کې ١٥ ائتلافي سرتیري وژلي 3539,,"   ائتلافي ځواکونو په خپرې کړې خبرپاڼه کې کاږ لي چې تیره ورځ دغو ځواکونو دارزگان په شهیدي خاص ولسوالۍ کې دطالبانو په یوه مرکز برید کړی او له امله یې لس طا� �بان وژلي خو خبرپاڼه له خپل لور دوژنې او ټپ خوړو په اړه څه نه وايي خو دا لیکي چې ملکي وگړو ته زیان ندی رسید� �ی. ",په ارزگان کې لس طالبان وژل شوي. 3540,," نن له غرمې وروسته په ٢ بجو کندز ښار کې ځانمرګۍ بريد شوي دي چې له امله يې په خپله ځانمرګۍ او يو ولسى وګړى وژل شوي او ٣ تنه نور ټپيان شوي دي.دغه ځانم� �ګۍ بريد په داسې مهال کې تر سره کيږي چې افغان ولسمشر له بغلان څخه په ليدنه بوخت وو .عينى شاهدانو بينوا ته وويل د بريد موخه تر ډيره د ايساف ځواکونو کاروان وو، چې له لارې څخه دتيريدو په حال کې وو. دغه ځانمرګۍ بريد د کندز ښار د کابل - بندر سيمه کې د تيلو يو ټانک ته نږدې شوي دي. په دغه بريد کې دايساف ځواکونو يو موټر هم زيانمن � �وي دي . ",کندزکې ځانمرګى بريد ٢ مړه او ٣ ټپيان کړي دي 3541,," ميدان ښار، سرطان ۶ : دميدان و� �دګوولايت په نرخ ولسوالۍ كښې نن ګهيځ دكډوالولپاره ښارګوټى پرانستل شو. دغه ښارګوټى دنرخ ولسوالۍ  په دښته كښې واقع دى.  ۲۰۴۰ دوزره او څلوېښت نومرې لري.اودنرخ كډوالو ته وركول كېږي.دم ګړۍ ددغې پروژې لپاره ۱۵� �۷كورنۍكډوال، ۶۶د شهيدانووارثين، ۱۸۱ معيوبين دميدان وردګوولايت دكډوالو په رياست كښې ثبت دي. د ښار ګوټى په پرانسته كښې دكډوالو چارو وزيرښاغلي سيد محمد اكبر`اكبر`، دميدان وردګوولايت والي ښاغلي عبدالجبا� �نعيمي، داسكان رئيس، ګڼوځايي وګړيو، كډوالو، معيوبينو، كونډو، دميدان وردګوولايت دكډوالوچارو رئيس او نورو دولتي رئيسانو  برخه اخستې وه. دپرانستې پرمهال، عبدالجبار`نعيمي`، سيد محمداكبر`اكبر`، دنرخ ولس په استازيتوب مولوي صالح محمداو دكډوالوچارورئيس احمد راشدي خبرې وكړې. عبدالجبار نعيمي،وويل`` دخوښۍ ځاى دى، چې له ډېرو ناخوالو وروسته يوشمېر كډوال په خپل هېواد او ټاټوبي كښې دسرپنا خاوندان كېږي...د موقتې ادارې له راتګ نه وروسته نولس زره كډوال ميدان وردګوته له ګاونډيو هېوادونوڅخه راستانه شويدي... دكډوالو اساسي ستونزه  دهستوګنې دځاى نشتوالى دى.`` هغه دملګروملتونو، دكډوالوچاروله وزارت او نورو مرستندويانونه هيله وكړه، چې له دغو كډوالوسره دې دپاكو اوبو،ښوونځيو، روغتيايي مركزونوپه جوړولو كښې همكاري وكړي.همداراز كډوالوته يې وويل  چې دكورونو په جوړولوكښې دنن ګټې ته نه، بلكې دشلو كالو وروسته ګټې په پام كښې ونيسي.` همدغسې ښاغلي وزيرپه خپلو خبرو كښې د جهادپه دوران كښې دكډوالۍپرارزښت اواهميت اودكډوالو پركړاوونو� �ڼاواچوله.ويې ويل چې ددغسو ښارګوټو په جوړولوسره به افغان كډوال تشويق شي  چې خپل ټاټوبي ته راستانه شي. له افغانو كډوالوځنې هيله وكړه، چې خپل هېواد ته  راشي او دهېواد په ابادولو او ودانۍ كښې برخه واخلي. له ټولوهم سايګانو، عالمانو او هېوادوالو نه يې وغوښتل چې د افغان ولس دسوكالۍ او دهغوى دارامۍ لپاره همكاري وكړي. ديوې پوښتنې په ځواب كښې چې په څومره مهال كښې به افغان كډوال تر يو بريده له كډوالۍ څخه خلاص شي؟ ښاغلي وزير وويل چې په درې څلوروكالو كښې به افغانستان كډوال ونه لري او خلګ به يې له كډوالۍ څخه خلاص وي. دنرخ ولسوا� �ۍ په استازيتوب مولوي صالح محمد، له اړوندو چارواكونه وغوښتل چې ، چې په سركښې  ددغه ښارګوټي لپاره داوبو اوم سجدونوغم وخوري.  دښاغلي صالح محمددغوښتنې په مقابل كښې دكډوالووزارت  سم دلاسه ، ژمنه وكړه چې  داوبو په خاطر به ورته يو لوى كوهى وكني.   پاى كښې يو ځل بيا عبدالجبارنعيمي دكډوالو چارو له وزير څخه وغوښتل  چې هر كډوال له بهر څخه راستنېږي بايد دهستوګنې ، كلينكونو، ښوونځي ځايونه يې تثبيت وي. تر څو هغوى به ډاډه زړه خپل وطن ته راستانه شي.  همدارنګه دميدان وردګوولايت دكډوالو چارورياست، ولس ته زېرى وركړ چې  رات� �ونكي كښې  په چك، جلرېز، لومړيوبهسودو، سيدا باد او نوروولسواليو كښې دغه وړ ښارګوټي په پام كښې لري. ",نرخ ولسوالى کښې دكډوالولپاره ښارګوټى پرانستل شو 3542,," دهلمند د سنګين ولسوالۍ د جګړې د مرګ او ژوبلې په اړوندافغان دولت او مخالف طالب جنګيالىيوبل لوري ته د درندې مرګ او ژوبلې ادعا کوي . د هلمند ولايت وياند محى الدين ادعا کړې چې ١٢ تنه طالب جنګيالى يې وژلى او ٢٠ تنه نور ټپيان شوي دي . وياند منلې چې په وژل شوو کسانو کې د طالب جنګياليو ځايى قوماندان ملا سعدالدين هم شامل دي .برتانوي ځواکونو منلې چې تيره شپه يې ٢ تنه عسکر مړه او يو تن ټپي شوي دي . کندهار کې برتانوي چارواکى ويلى چې تيره شپه ددوى په کاروان وسله وال بريد شوي دي او ٤ ساعته جګړه شوې ده . طالب جنګيالى بيا ادعا کوي چې ١٥ تنه ائيتلافى عسکر يې وژلى دي . دوى منلې چې په جګړه کې د دوى ٢ تنه طالبان مړه او ٣تنه ټپيان شوي دي . ",د سنګين جګړه درنده مرګ او ژوبله لري 3543,,"   دکورنیو چارو وزارت ویاند یوسف ستانیزي بینوا ته وویل چې نن له غرمې وروسته دکندز دپخوانۍ قول اردو مخ ته په ځانمرگي برید کې دوه تنه عام وگړي وژل شوي او دټپیانو شمیر ٨ ته رسیدلی چې پکې ٤ ماشومان دي. ",دکندز دځانمرگي برید دټپیانو شمیر ٨ ته ورسید. 3544,,"   دکورنیو چارو وزارت ویاند یوسف ستانیزي بینوا ته وویل چې دغزني ولایت داندړو په ولسوالۍ طالبانو دملي اردو په سرتیرو برید وکړ چې بیا پولیس ملي اردو ته دمرستې لپاره ورغلل چې له امله دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي. ",په غزني کې دوه طالبان وژل شوي. 3545,," د امريکا د بهرنيو چارو وزيره کاندوليزا رايس نن له اسلام اباد څخه کابل ته راورسيده. ټاکل شوې ده نوموړى دافغان ولسمشر حامد کرزي سره وګوري . رايس پرون د يو � �سمى سفر په موخه پاکستان ته رسيدلې ده . دې له پرويز مشرف سره په کتنه کې د ترهګرى پ وړاندې مبارزه کې د پاکستان او افغانستان په گډو همکاريو ټينګار وکړ . رايس به له کابل نه وروسته د مسکو په لور وخوځيږي او دنړۍ د پرمختللو صنعتى هېوادونو په ناسته کې به ګډون وکړي . ",کاندوليزارايس کابل ته راورسيده 3546,," د چنګاښ ٦مهپه خوست كې له اېتلافي ځواكونوسره د(KPF) افغان سرتېرى ،دپاكستان پولې ته نېږدې ددې ولايت دګربزو،ولسوالۍ په سيمه كې هغه مهال ووژل چې مخالفينودګربزو،و� �سوالۍ دډبګي سيمې پرڅارتون باندې بريد وكړ.دسيمې خلكووويل چې دغه بريد دنامالوموكسانولخواپرهغه پوستوباندې وشوچې رحيم الله نومۍ سرتېرى پكې وژل شوى او يوبل سرتېرى پكې ټپي دى .دكمپاين د(KPF)   او نور سرتيري دافغان امنيتي ځواكونوپه نوم له اېتلافي ځواكونوسره يوځاى دسيمې په امنيت كې مهم رول لري اوله افغان دولت سره پدې برخه ډېره مرسته كوي . ",په خوست كې پريوۀ څارتون بريد شوى 3547,," د روسيې د ملى امنيت د شورا د مرستيال تر مشرى لاندې د هغه هېواد جګپوړۍ پلاوى پرون کابل ته راورسيد او ټاکل شوې ده له افغان ولسمشر حامد کرزي او نورو دولتى چارواکو سره وګوري .نوموړۍ پلاوى به درې ورځې افغانستان کې پاتې شي او د بلخ ولايت ته به هم سفر وکړي . افغانستان ته د نوم وړى لوړپوړي پلاوى راتګ د افغانستان او روسيې تر منيځ د ديپلوماتيکو هلوځلو او نوو اړيکو بيا تازه کول بريښي . ",د روسيې جګپوړۍ پلاوى کابل کې دى . 3548,," ", 3549,," ", 3550,,"     دامریکې دبهرنیو چارو وزیره میرمن کوندولیزا رایس � �ه ولسمشر کرزي سره یوځای نن غرمه دولسمشرۍ په ماڼۍ کې پس له اوږدې لیدنې خبري ناستې ته څرگند شول لومړی ولسمش� � کرز ي میرمن رایس ته ښه راغلاست ووایه. له میرمن رایس وپوښتل شوه چې پدې وروستو کې دواشنتطن پوست ورځپاڼې لیکلي وه چې امریکایان ولسمشر کرزی دې ته اړ باسي ترڅو استعفا ورکړي رایس وویل چې ولسمشر کرزی پیاوړی بااستعداده ولسمشر دی بل مثال یې نشو موندلای نړیواله ټولنه له ولسمشر کرزي سره به تل مرستیاله وي. بل لورته ولسمشر کرزي وویل چې پدې لیدنه کې یې له میرمن رایس سره دامریکا دمتحدو ایالاتو دلازیاتو مرستو او په هیواد کې داقتصادي ودې په اړه خبرې وکړې. له تروریزم سره دجگړې په اړه م یرمن رایس وویل چې نړیواله ټولنه او په سر کې متحد ایالات به دې جگړې ته زر دپای ټکی کښینږدي او متحد ایالات په افغانستان کې داوږدې مودې لپاره دپاته کیدو تکل لري. رایس دا هم وویل چې افغانستان دا مهال دنړۍ له ډیموکراتیکو هیوادونونه گڼل کیږي. ولسمشر کرزي په دولتي کړیو کې دکمزورۍ او د اداري فساد په خوریدو او زیاتیدنې او دهیواد په سویل کې دامنیت دنه شتون په اړه هم خبري وکړې. میرمن � �ایس له اسلام اباده نیغه کابل ته نن له غرمې مخکې راورسیده او داسې ویل کیږي چې کابل نه وروسته به دمسکو په لور لاړه شي.      ",دکرزي په څېر بل په افغانستان کې نشو موندلای. 3551,," د کندز -بغلان د لويې لار په اوږدو د على اباد و� �سوالۍ په اړوند سيمه کې تيره شپه د PRTځواکونو د موټرو په کاروان دPRG توغندي بريد شوي دي ، چې له امله يې دوه تنه سرسري ټپيان شوي او يو موټر زيانمن شوي دي .بريد تيره شپه د ١نيمې بجې شاوخوا شوي دي .کندز کې امنيتى چارواکو د بريد پخلۍ کړى دى او وايى د پېښې په هکله يې پلټنې پيل کړې او تراوسه په دې اړوند څوک نه دي نيول شوي . ",کندزکې د PRT په ځواکونو بريد شويدي . 3552,," زابل کې ځانمرګې بريد شوي دي ، چې د چارواکو په وينا يوازې په کې خپله ٢ تنه ځانمرګى وژل شوي دي.دغه بريد نن غرمه ١٢ بجې د قلات ښار شمالى څنډې ته په يو کروڼا موټر کې رامينځ ته شوي دي . عينى شاهدانو بينوا ته وويل ددغه بريد موخه امريکايي ځواکونه وو . د زابل ولايت وياند ګلاب شاه بينوا سره د بريد پخلۍ وکړ او وايى په بريد کې ائيتلافى ځواکونو او ولسى ګړو ته مرګ او ژبله نه ده رسيدلې ،يوازې دوه تنه ځانمرګې په کې وژل شوي دي . طالب جنګيالو ددغه بريد پړه منلې او ددغه ډلې يو وياند يوسف ويلىبريد د خوست اوسيدونکى اختر محمد له خوا ترسره شوي چې له امله يې ١١ تنه بهرنى ځواکونه وژل شوي دي . مګر ګ� �اب شاه ونه منله چې ځانمرګې دې افغان وي . ده شک وښود چې ځانمرګى ممکن پاکستانيان يا عربان وي. ",زابل کې د ځانمرګى بريد له امله ٢ تنه وژل شوي 3553,," هلمند کې افغان دولت او مخالف جنګيالي يوبل لوري ته د اوښتې مرګ او ژوبلې خبره کوي . دهلمند دپوليسو مشر ملاخيل ادعا کوي چې نن سهار يې دنوزاد ولسوالۍ کې د ٢ ساعته جګړې په ترځ کې ٢ تنه طالب جنګيالي وژلى او ٥ تنه نور ټپيان شوي دي .ده ومنله چې يوازې يو دو� �تى پوليس ټپى شوي دي . د طالبانو د ډلې يو وياند قار ي يوسف ادعا کړې چې ددوى پلويانونن د موسى کلاولسوالۍ کې د � �يموټ کنټرول په چاودنه کې ٤ تنه ائيتلافى عسکروژلى او ددوى يو موټر يې له مينځه وړى دي. په رسمى توګه ددغه ادعا پخلۍ لا نه دى شوي . ",هلمند کې د٦تنوجنګياليواو بهرنيوعسکرودژلوادعا شوې 3554,," ډاكټر محمدحنيف چي ځان د طالبانو وياند معرفي كوي وايي چي تېره شپه يې پلويانو كندز ولايت ته نېژدې د حاجي ګلدين په سيمه كي د ايتلافي ځواكونو پر كاروان بريد كړى تر سختي جګړې و� �وسته يې د ايتلافي ځواكونو يو موټر له منځه وړى دى. نوموړى زياتوي چي په يوه بله ورته پېښه كي چي د لغمان په مركز كي رامنځته سوه، د طالبانو او دولتي ځواكونو تر منځ درنه جګړه وسوه، خو د مرګ ژوبلي په اړه يې بې خبري ښوولې ده. پاتي دي نه وي افغان دولت او ايتلافي ځواكونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. ",طالبان بيا هم د امريكايانو د وژلو ادعا كوي 3555,," کابل کې د ائتيلافى ځواکونو په خپره شوې پاڼه کې راغلې چې د هلمند دنوزاد ولسوالۍ کې د يو پخوانى ماين د چاودنې له امله يو ائيتلافى عسکر مړ او ٣ تنه نور ټپيان شوي دي .په پاڼه کې نه دي په ګوته شوي چې نوموړى عسکر دکوم هېواد دي .همداشان ائيتلافى ځواکونو ادعا کړې ده چې ارزګان کې يې د يو بريد په ترځ کې ١٢ تنه طالب جنګيالى وژلى دي . دوى منلې چې ٢ تنه افغان عسکر هم ټپيان شوي دي .دغه بريد د ائيتلافى ځواکونواو افغان عسکرو له خواپه ګډه د طالبانو په يو مرکز تر سره شوي دي. ",هلمندکې يو ائيتلافى عسکر مړ او ٣ ټپيان شوي 3556,," ", 3557,," ", 3558,," افغان ولسمشر حامد کرزي ديو حکم له مخې د وزا� �تونو لومړيو مرستيالانو او د مستقلو ادراو چارواکو ته لارښونه کړې ده، چې د ورځې مهمې پېښې دې ،هره ورځ تر٢ بجو پورې د چارو عمومى ادارې يا د وزيرانو شورا دارالانشا ته په ليکلى توګه يا د ټيلفون په ليکه رپوټ کړي .په حکم کې دولتى چارواکو ته لارښونه شوې چې خپلې اړوند ورځنۍ پېښې د ې وارزوي .دغه حکم د پېښو په وړاندې د بيړنيو تدابيرو د نيولو په موخه د کرزي له لوري لاسليک شوي دي. ",دورځنيو پېښو په اړوند دافغان ولسمشر حکم 3559,," داچې اوس مهال د بل هروخت په پرتله د خپ� �واکه خبرى رسنيو بازار افغانستان کې ډير ګرم دى ، ٤ دولتى ورځپانې له مالى ستونزو سره مخامخ دى او په تيراژ کې يې ٥٠ فيصده کموالۍ راغلى دى . د هېواد، انيس ، اصلاح او کابل ټايمز دولتى ورځپاڼو چارواکو منلې چې د نوموړو و� �ځپاڼو تيراژ راټيټ شوي دي . ويل کيږي چې د نوموړو ورځپاڼو بودجه د ماليې وزارت له لوري کنګل شوې ده . ",دولتى ورځپاڼې له مالى ستونزو سره مخامخ دي 3560,," هلمند ولايت کې تيره شپه دوه طالب جنګيالى وژل شوي دي .د ولايت ادارى رئيس ا وياندويلى چې يو يې ځاى پرځاى او بل يې چې ټپي شي وو ،په روغتون کې سا ورکړې ده .د نوموړې په وينا نوموړى طالبان په داسې مهال کې دامنيتى چاراواکو له خوا وژل شوي چې په کمين کې پټ وو . ده منلې چې يو دو� �تى پوليس هم ټپي شوي دي.همداشان زابل کې پوليسو ادعا کړې چې تيره ورځ يې په شاجوى کې يو سله وال طالب نيولى دى . ",هلمند کې ٢ طالب جنګيالى وژل شوي 3561,," د طالبانو وياند ډاكټر حنيف وايي چي پلويانو يې نن سهار پر نهه بجې د پلخمري پر نهم سړك د آيساف پر تېرېدونكي كاروان د ريموټ كنټرول بم په واسطه برېد كړى، چي له امله يې په موټر كي سپاره ټول كسان له منځه تللي دي. خو دولت او ايتلافي ځواكونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. ",بغلان كي د آيساف پر كاروان بريد سوى 3562,ميرويس جلالزي," عيني شاهدانو او اسرايلي پوځيانو وويل چي د يرغمل اسرا يلي سرتيري مړي يي د رام الله ښار ته څيرمه څو شيبئ مخکي تر لاسه کړ. له همدي پيښي سره سم هغه اسرايلي ټانکونه چي د غزي په تراډه کي راټول شوي وو په نژدي سيمو ور ننوتل او د هوايي ځواک په ملاتړ سره يي د ح ماس په مشري د فلسطيني اداري ٢٠ وزيران  او ٢٤ قانون پوهان يرغمل کړل. له بلي خواه د حماس  ډلي ادعا کړي چي اسرايلي چورلکو په غزه کې په يو مدرسه بريد کړي او ګن کسان  يي پکي وژلي دي. د دي پيښي سپيناوي تر اوسه کومي کوټلي سرچيني ندي کړي .   ",فلسطيني مليشو يرغمل اسرايلي پوځي وواژه 3563,ميرويس جلالزي," د ترکي د بهرنيو چارو وزير عبدالله ګل دا ټکي په مسکو کي د پاريس کلپ د غړو هيواد د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کي څرګند کړ. ښاغ� �ي ګل وويل چي دوي لکه څنګه چي د افغانستان په بياودانولو کي ښکيل دي نو همدا راز به مرستي له دي هيواد سره په هر اړخ کي چي وي  رواني وساتي . ",ترکيه وايي افغانستان د دوي مرستو ته سخته اړتيا لري 3564,ميرويس جلالزيې," د امريکا د بهرنيو چارو وزيري ميرمن کانډو ليزرا رايس مسکو ته له رسيدو مخکي خبريالانو  ته وويل چي د جي اته يا د نړي د اتو سترو صنعتي هيواد له مشرانو سره به پدي خبري وکړي تر څو د نړيوال تروريزم او سيمي د امنيت لپاره نوري لازمي هڅي هم وکړي. مي� �من ر ايس مسکو ته له رسيدو مخکي په افغانستان او له هغه څخه مخکي په پاکستان کي هم د څو څو ساعتونو لپاره تم � �وه . هغي په پاکستان  کې د هغه هيواد له ولسمشر څخه دا وعده تر لاسه کړه چي پاکستان به  ١٠٠٠٠  نور پوځيان به له افغانستان سره په پرته پوله کي ځاي پر ځاي کړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزي� �ي يو ځل بيا له افغانستان څخه د دي  هيواد ملاتړ  څرګند کړ او ټينګار يي وکړ چي نړيواله ټولنه له حامد ک� �زي سره ده .   ",د امريکا د بهرنيو چارو وزيره مسکو ته ورسيده 3565,ميرويس جلالزي," دا زلزله چي د ريشتر په کچه ٥ اعشاريه ٥ درجي اټکل شوي د ايران عباس بندر ته څيرمه قشم ښار ګوټي يي څه نا څه زيانمن کړ. سيميز چارواکي وايي په دي زلزله کې ٧ تنه ټپيان � �وي او تر ٥٠ ډير کورونه هم نړ يدلي دى. ",په ايران کې زلزله شوي 3566,ميرويس جلالزې," د هلمند ولايت امنيه قوماندان نبي ملا خيل وويل جګړه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چي په را کټ لانچرو سمبالو طالبانو د پوليسو په ګزمي بريد وکړ. په دي نښته کي ٣ بريد کونکي وژل شوي او يوو پوليس هم خپل د بدن ځيني غړي له لاسه ورکړل. د ټپي پوليس روغتيايي ح الت نازک ښودل شوي . ",د هلمند په نادعلي و لسوالې کې جګړه شوي 3567,ميرويس جلالزې," په کابل کي د صحت طفل اندراګاندي روغتون ډاکټران وايي له ورستيو دوو ونيو راپدي خواه په غټه شميره ناروغان  چي ډيري يي ما شومان دي دي روغتون ته د د� �ملني لپا ره را ليږدول شوي دې. روغتيا پالان د دي ناروغانو د ناروغي اصلي لامل د پاکو اوبو نشتوالي او د ککړ چاپريال شتون په ګوتو کويي. دا په داسې حال کي ده چي د عامي  روغتيا  وزارت چارواکو په وار وار  د هر راز ناروغيو د کنترول ټټر وهلي وو. ",د تودوښي په ډېرېدو سره ناروغۍ په زياتېدو دي 3568,ډاکټر نثار احمد صمد," ددې سایټ د لومړني یو کال خپاره کړی مواد او لیکني که وګورو نو هغه ټوله د « خوږو حقایقو» څخه ډک دی مګر د دوهم خپرنیز کال مطالب او شننی یې د « ترخو حقایقو» ډیر ی نمونې هم په ځان کې لری چې دا بیله شکه درښتیانی ژورنالیزم او دبېنوا د ویب  پانې  محترمو چلوونکو او مسوولینو  اسلام علیکم ! روغتیا، خوښی او  برئ  مو د لوی الله (ج)  څخه  غواړم  . ورپسې ددې خدمت ګار سایت  د دوه کلن  کیدو په  مناسبت  زما نیکي  هيلې  ومني .  ستاسی  زیار  په  رښتیا هم  د پوره ستایني  وړ دی او تل  ددې  سایت په  فعال ساتو کې مخکښ  یاست  . خدای (ج) مو نور هم بریمن لره  .  دبېنوا سایټ هره برخه په زړه پورې او معلوماتي ده .  د نړۍ پر هره خوایی خورا ډیر افغانان خوښ ساتلې او خپل مینه وال  کړی دی .  تر هغه ځایه چې ددې سایټ سابقه ښئ  نو په عمومي  نظر سره  د هغه لومړنی کال  تجربوي بڼه  لرله خو دوهم  کال  یې  پرمختیایی  څیره اخیستې ده . د لیکنو خبرونو او تحلیلونو په برخه کې دوهم کال د لومړني کال سره هیڅ نسی مقایسه کیداې یعنی دا چې په تیر کال کې  بېنوا ویب پاڼه ډیره کامیابه سوې  ده  چې یو علت یې د « خوږو حقایقو» د خپرولو تر څنګ د « ترخو ح� �ایقو » وړاندې کول  دی چې  دې کار نوموړی سایټ  ته ملي صبغه او واقعي څیره عطا کړیده . ددې سایټ د لومړني یو کال خپاره کړی مواد او لیکني که وګورو نو هغه ټوله  د « خوږو حقایقو»  څخه  ډک دی مګر د دوهم  خپرنیز کال مطالب او شننی یې د « ترخو حقایقو» ډیر ی نمونې هم په ځان کې لری چې دا بیله شکه درښتیانی ژورنالیزم او متنازع فیه افغاني فکرونو او دریځونو د یو ګډ مرکز نمایند ګی کوی او ځکه نو د همدې مثبت انکشاف د لرلو له امله د زړه له اخلاصه مبا� �کی درته وایم او خدای مو د همدغسې ملی خدمت په تر سره کولو کې نور هم بریالي او سرلوړی کړه  . نثار احمد  «  صمد  » ټورنټو  ـــ کاناډا ",دوه کلن کیدل مو مبارک سه ! 3569,حاجی نصیر ستوری - جرمني," د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP د بینوا د فرهنګی ټولنی په غیږ کی دبینوا ویب پاڼی دوه کلنی هلی ځلی چې د پښتو ژبی او کولتور د غنی کیدو لپاره ئې کړی ستايی مبارکی ورته وائې او ددوۍ کار او زیار ته په درنه سترګه ګوری.  ژبه د خدای دخ� �قت دسترو نښو څخه ده او د انسانی ژوند په وده او پر مختګ کې مهم رول لوبوی او دکولتور کره او بنسټی برخه ده. خپرونی مطبوعات او میډیا د یوه قام ژبه او سترګی دی چې د قام په بیدارولو کې پوره ونډه لری. د نړۍ قامونه د خپلی خپلی ژبې پر بنسټ پیژندل کیږی. پښتو د نړۍ د پنځوس میلونه قام ژبه ده چې ددی قام ټول کولتور او ثقافت پکې هم پروت دی. خوله بده مرغه د پښتو ژبې په سرکاری کچه کومه ځانګړی او د پام وړ پالنه نده شوی یوازی ولس او د ګوتو په شمار په قام مینو پوهانو ، لیکوالانو او شاعرانو پاللی او ساتلی ده. دا د ویاړ ځای دی چې ولس � �ابیدار شوی او په خاصه توګه په نړیواله میډیا کې ځوان کول د خپلی پښتو ژبې د پر مختیا د پاره مټی رانغښتی، پدی برخه کې د بینوا ویب پاڼی (بینوا انټرنیټی دیری) ځانګرتیااوښکلا پدی کې ده چې یوازی په پښتو ژبه ده او د پښتو ژبې او کولتور د پر مختګ د پاره هلی ځلی کوی. په خپله سپـیڅلی مورنۍ ژبه په زړه پوری مطالب مالومات، خبرونه ، تازه پیښی او نوی زړی خپلو هیوادوالو ته وړاندی کوی چې دا ډیر د خوښی ځای دی. د پښتنو ټولنیز ولسو� �یز ګوندPSDP   د بینوا د فرهنګی ټولنی په غیږ کی دبینوا ویب پاڼی دوه کلنی هلی ځلی چې د پښتو ژبی او کولتور د غنی کیدو  لپاره ئې کړی ستايی مبارکی ورته وائې او ددوۍ کار او زیار ته په درنه سترګه ګوری. همدغه شان د بینوا ویب پاڼی چلوونکی ځوان او پیاوړی پښتو پال ښاغلی عبدالله احسان  او د ویب پاڼی نورو ملګروته چې په خپلو نه ستړی کیدونکو هڅو ئی د پښتو بڼ سمسور ساتلی زیاته حوصله او بری غواړی. په د� �ناوی  حاجی نصیر ستوری د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند  PSDPدمشر تابه دفتر مرستیال ",د نړۍ قامونه د خپلی خپلی ژبې پر بنسټ پیژندل کیږی 3570,," ", 3571,پوفيسر خالق رشيد - کاناډا," دپوهنوال خالق رشيد ليکنه - کاناډا =================== روهي مرغلرې : _ دافغانانويوالى يوازې د خوشال تر ايدلونو لاندې كيداى شي ... _  زموږ لوى عيب دادى چې پياوړى سيال نه شو زغملى ، په تورونو يي وژنو... _ زه رون اندى يم ، نه پردى پالى ... _موږ بايد په ژوند كې انتفاد منونكي اوسو.. . _افراط كه ښى وي اوكه كيڼ دانسان دښمن دى ... +++++++++++++++++++++++++   ټاټوبى اوفرهنګي لا� �ښوونې     زه نه غواړم چې داستاد روهي په بيوګرافي باندې دلته خبرې وكړم ، يوازې ديوې لنډې څرګندوني په ترڅ كې دهغه په ملي اوفرهنګي � �خصيت اودهغه په تاريخي ټاټوبې  باندې غواړم دهغه ديوه زده كوونكي په توګه يوڅو ټكي هغه ته دخپل اراد ت په نامه دلته ووايم . استاد روهي دپښتني اوپښتانه هويت اوګيان (پوهې ) په پاسوال ټاټوبې  (پكتيا ) كې زيږيدلى ،اودخپل ځان له پاره يې خپل تخلص ديوه تاريخي وياړ پربنسټ(  � �وهي)  ټاكلى دى . دافغانستان هره څنډه ددغه هيواد په تاريخ كې ديوه داسې  تلپاتې اوزرين څپركې وياړ له ځان سره لري ، چې هغه په هروخت اوهره دوره كې ددغه هيواد يوتاريخي پښت روزي اوپه خپل  شتون اوسوچون كې يې هغه تير برم كه څوك وغواړي اوكه نه له ناشعورڅخه راباسي اوپه شعوركې يې ديوې رښتيا په توګه راژوندى كوي ، روهي د روه دتمدن داسې تلپاتې استازى دى چې اوس دافغانستان او آسيا په تاريخي اوعلمي وياړونوكې اوچت مقام لري .دروهي ټاټوبى هغه سيمه ده چې دپښتون اوافغان نوم اولرغونى وياړ له يوې لرغوني مودې را دې خوا ترننه موږ ته ساتلى او� �اليږدولى دى .  هندي سانسكريتې (فرهنګ ) اواتهاس (تاريخ) پوهان اوس په دې سره يوه خوله دي اودا منې چې دويدي س� �ودونو لومړنى زانګواوپالنځى داوسني افغانستان جنوبې برخه په تيره بيا هغه سيمې چې (كرومو ) (كرمې ) ګومتى (ګومل ) كټواد (كټواز) كابورا (كابل ) او لوګره (لوګر) سيموپه منځ اويا ورڅيرمه پرتې دي . دغه پورتنۍ نومونه يووخت لكه دنن په شان هسې ساده دځايونومونه نه وو، بلكه دا هريوديوه فرهنګي اواعتقادي تمدن زانګوبلل شوي دي . دبيلګي په توګه ددغه اوسنى كټواز ويې په زړه پښتواوزړه سانسكريت كې دكټواد په بنه راغلى دى ، دغه سيمه ان تراوسنې ګرديزاوخوست پورې دمقدوني سكندر دراتګ په شپوورځوكي دسانسكريتې اوبوديستې اعتقاداتودڅيړنو داسې لوى علمي مركزوچې له اوسنې هندوستان ، تبت اودپوديستې ګروهمنوسيموڅخه به زده كوونكي  دلته راتلل اودلته به يې خپلې زده كړې دعلومو(معقولواومنقولو)   په بيلابيلوپرخو كې پشپړولي .اولوى لوى ګيانيان به دلته روژل كيدل اوبيرته به دهند اوجنوبي آسيا بيلابي� �وبرخوته استول كيدل . ، (په ځدراڼوكې اوس يوقام شته چې په ګيان خيلو باندې نامتودى ، دګيان ويۍ په سانسكريت كې اوس هم ژوندى دى اوپه اوسنۍ هندي ژبه كې يې د پوهاند اوعالم له پاره كاروي ، خوپه ځدرانو كې ددغه پښې شته والى په خپله دپوهې اوفرهنګ په برخه كې دپښتنود ادعاله پاره يوښه لاسوند (دليل) دى چې سړى ويلاى شي پښتانه اوپښتوژبه له دغه مهم ارزښت سره له ډيرپخوا څخه اشناوه. چې ددغې اشنايي لمرڅرك په خپله همدغه روه اودهغې علمى لوړتياوه . كه يوڅوك دا ادعاوكړي چې راځئ دافغانستان نوم په روه واړوو ، نوترهغوى چې اوس په نادانۍ سره دافغانستان پرځاى دخيالي خراسان خوبونه ويني د روه علمي اوفرهنګي وړتياهم لرغونې اوهم په علمي  اوملي لحاظ اوچته ده. ځكه چې � �وه خوترخراسانه زيات دافغاني ملي  هويت څرګندتيا دتاريخ په يوه پړاوكې كولاى شي ،كه له احساساتو اوتعصبونوسره تيرشو اوعلمي قضاوت ته غاړه كيږدو ، افغانستان په خراساني دوركې لكه ننۍ افغانستان (له امريكايې څپاوه راپه دېخوا ) ددغې خاورې داوسيدونكو دپوره واكمنې خاوند نوم نه و، هرڅه چې اوس موږ دخراسان په وياړونوكې � �ه ځان سره لرو ، هغه په داسې حكومتوپورې اړه لري چې دهغوى اريايې توب دتاريخ په وړاندې دپوښتنې وړدى ، په خ� �اساني پيركې له عربورانيولې  ترتركي غزانواوچنګيزيانوپورې ټول پردي پردغه هيواد باندې برلاسي وو، تاسې وګورئ چې په دغه پيركې افغانستان څه نه دي ليدلي اوڅه يې نه دې زغملي ؟ ترهغو چې موږ په شعوري توګه ددغې دورې تا� �يخ په ملي روحيى سره ونه څيړو موږ نه شوكولاى ځان په دې قانع كړو چې ګواكي ترافغانستان خو په خراسان كې زموږ ملي اوتاريخي هويت په هراړخيزه توګه هم دروند واوهم خوندي .بله داچې كه دخراسان نامه دومره ملي وړتيا اودروندوا� �ى درلوداى نوبياخوفارسيان ليونيان نه وو، چې پرځان باندې يې ايران نوم ايښود . خراسان موږ ته داسلام له رڼاپ� �ته نور كوم لوى برى اودپاملرنې وړ بريا چې په هغه كې  اريايي پرتم وليدل شي له ځان سره نه لري . په هرډول د روه زړه همدغه اوسنۍ لويه پكتيا ده چې پرپښتوژبه برسيره يې په زړه كې دنورو ژبو اوګروهوبشري نوميالي شهكارونه راايجاد اورامنځ ته شوي دي  ، دنوميالي ګريك _ پښتون آرى واكمن (څښتنه ) چې ده ته د (روه ) ټولواكمن هم ويلاى شود واكمنۍ آباده اودخوښييوسيمه همدغه سيمه وه،په همدغه لړكې  د روه بل پښتوپالي اوپښتوويونكى  واكمن مناندر يا ملنډا (چې دواكمنۍ لړى يې له پنجابه تركندهاره پورې څرګنده ده اوميرژكه يې له پاتې شوونو څخه تراوسه موږ وينو ) دملنډاپڼو لومړنۍ پښتوكتاب چې دده اوناګاسينا خبرې اترې رانغاړي دهمدغې سيمې (روه )  په تمدني برياوو پورې اړه لري. روهي ګيانيانو دتاريخ په اوږدو كې دپښتنودعلم اوپوهې توغ په پرتم سره ساتلى دى، همدغه سيمه ان داسلام دسپيڅلي دين له راتګ څخه راپه دې خوا هم ديوه ژوندي ف� �هنګي مركز په توګه پاتې شوې ، په غزنوي اوغوري دوروكې ددغې دوروله نامتومركزونو څخه يوهم دغه دلويې پكتيا اوسنى  مركزد گرديز ښار و چې ددغې سيمې يوشميرنوميالي پوهانو لكه ګرديزې اودهغه تاريخې اثر زين الاخبار  له دغې سيمې اوددغې سيمې له فرهنګي كاروان سره تړاولري چې دپوهې په تاريخ كې  دهرچا له پاره  نه  هي� �ودونكي دي . دلوديانو اوسوريانودپلرونوټاټويې همدغه لويه پكتياوه ، چې نه يوازې يې په هندوستان كې پاچهاهى جوړې كړې بلكه هلته يې د پښتون ،پټان اوافغان تمدن اوفرهنګي بنسټونو ډبرې هم كيښودې . دشمالي هندوستان دتصوف سر� �اري اود سهرورديه طريقي نوميالي پښتون پير دهنددپنجاپ دمليركوټله صدرالدين صدرجهان چې نوميالي پښتون ټولواكمن اعلحضرت سلطان بهلول لودي يې  په خپل معنوي بركت ترډلي پورې بريمن وهڅاوه اودده دمعنويت له فيضه دهندټولواكمن شو، هم په لويه پكتيا پورې اړوندو. اوپه همدې شان لويه پكتيا نن هم له خپل دغه برم څخه نه رالويدلي اونه وړه شوې ده ،  په دغه روانه پيرۍ كې دانګرپزي روسي او اوسنيوشيطاني ښكيلاكي ځواكونو په وړاندې هم په دغه اتله حوزه كي دمقاومت اولارښونې ، علم اوفرهنګ پالنې ډي� �پياوړى ځواك اوس هم ژوندى دى ، داهم ماته څرګنده ده چې دهند دآزادۍ غورځنګ دانګريزنړيوال ښكيلاكي ځواك په وړاندې د همدغو خړو غروله تړو اوددغو سرلوړو نښترو له سيوريو څخه لارښونه كيده حاجې ميزاعلي خان فقيرايپې په خپل يوه ليك كې نهرو ته وليكل : ((  ... دهندوستان په اوږدو او لنډو كې له اخبارونو(سركاري ) څخه دا په ډاګه كيږي چې دوى په موږ پسې دتبليغانو يوبې سارى لام را پيل كړې دى، دوى فكركوي چې زموږ هلي ځلي هسي بې پايلو منډې رامنډې دي، خوموږ دخپلو كينه ناكو دښمنانوپه دغو درواغوباندې له دې امله ښه پوهيږو چې موږ په خپل قام مينان يو، دوى غواړي چې موږ له خپلې آزادۍ څخه بې برخې كړي ، خوتاسې  جناپ په بشپړه توګه ډاده اوسئ چې ترڅو موږ هغه ظالمان له خپل هيواده دتورې په زور نه وي ايستلي اويا مو په دغه جهاد كې خپل سرونو دقبرترتله نه وي رسولي ، ترهغه پورې زم وږ اوپرهند باندې دهندد حكومت (انګريز) ترمنځ سوله ناشونې ده .زموږ له پاره دآزادۍ يوه وړه شيبه دغلامى ترژ� �ګونو كلونه اوجته اوارژښتناكه ده ... (( نهروته دليك يوه برخه د ۱۹۳۷ كال د سپتمبر ۱۶ )) . له دې ټولو خبرو څخه مى موخه يوازې يوټكى واوهغه داچې زم وږنوميالي پوه استاد روهي له دغسي يوې تاريخې اوفرهنګي حوزې سره تړاولري  په دغه تاريخي اوفرهنګي حوزه كې اوس هم دهماغو نومياليو دپجيانو كمى نشته ، اوس دلته دپوهي پراساساتو دنوي عصر له تكل سره سم دنوي ژوند په � �ور هڅه پيل شوې ده همداده چې  په دغه ترڅ كې دنوميالي پوهاند روهي نوم اوځاى دافغانستان د هروګړي اوهرعلمې اوفرهنګي پوهنځي له پاره دهغه دوړتياله مخې يوآشنانوم اويوتلپاتې پيژندل شوى روهي كركتراومعنويت دى.  � �وهي څوك و ؟   _  زموږ لوى عيب ناپوهي ده ځكه پياوړى سيال نه شو زغملى ... كانديد اكاديمسن محمدصديق روهي په افغاني ټولنه كې ديوه داسي ستوري ځاى لري چې ډيرلږ كسان دهغه رڼا ته په لومړي اوسرسري كتني سره ځيركيداى اودهغه رمزته رسيداى شي. هغه په معاص� �وټولنيزو علوموكې يوڅو بعدي پوهاند و چې تراوسه هم دهغه په افكاروباندي لكه څنګه چې يې حق دى ، كارنه دى شوى ، په دې هيله چې يوورځ به موږ په دې وتوانيږو چې د روهي دټولنيزو څيړنو اوهلوځلوپه رڼاكې ديوه پراخ علمي ريسرچ له پاره لاره پرانيزو اوپه دغه وياړ سره به ديوې نوې علمي هڅې په لور ګام اوچت كړو.  تردغه سرليك لاندي دم ګړۍ زه په لنډيزسره داستاد روهي په يولړ هغو لارښونوباندې رڼا اچوم چې هغه زما په خاطره كې دده د درسونو اولارښونوپه توګه پاتې دي . كه ژوند و، اودمهاجرت اوغربت تورې وريځي زموږ له سرونو په يوه خوا شوې ،داستاد آثارمو لاس ته � �اغلل ، ددغه كار لړۍ نوره هم سره وغزوو څووكولاى شو روهي لكه څنګه چې و هغسې نوره هم په خپله علمي وړتياكې وګو� �و او ويې پيژنو .  ۱_  روهي دنويوپوهنوپه ډګركې لوى پوهاند و . _موږ بايد په ژوند كې انتفاد منونكي اوسو.. . روهې دافغانستان په هغو روڼ اندوپوهانو كې راځي  چې خپلې لوړې زده كړې يې په عصري توګه له هيواده بهرپشپړې اوله هغووروسته دپوهې له يوه نوي تكل اوتجربې سره هيواد ته راستون شو، ده په خپلو ليكنواو څيړنوكې زموږ ټولنه او دڅيړنوبهير له يوه پاڅون اوبدلون سره مخامخ كړ، دنوې ليكنې ، دنوې كره كتنې ، دنويوڅيړنو يوه نوې لاره يې په خپل وخت كې په داسې توګه پرانيسته چې په افغاني څيړنوكې يې  منطق ، دليل اوبحثونه دهسې وچو خوشبينيواوخيالي اټك� �ونه پرځاى واكمن كړل. هغه ژموږ دپاشلي څيړنيز پهيراودنوي نسل دسالمې روزنې په ترڅ دڅيړنې هغه اصول چې په علمي نړى كې يې دعلمي تيورۍ اوپه پيښوباندې دسالم قضاوت اصول  منل اوتاييدول زموږ په واك كې راكړل ، روهي لومړنۍ پښتون ليكوال و چې په ادب اواد بې تيورۍ كې يې د پرتلييزميتود په رڼاكې خپل ادبې ارژښتونه له نړيوالو هغو سره پرتله كړل ، دده دبې سارو آثارواوڅيړنوب� �كت و چې موږ خوشال اودهغه داندو ژوند فلسفه دعلم په دايره كې وپيژندله . موږ يې دلومړي ځل له پاره په هنر اوادپ كې دكره كتنې له نوي علمي ميتود سره آشناكړو اوپه دغه ترڅ كې يې زموږ دتشو( نسيا) لاپوشاپو روحيه  په رښتياينه او( نقد ) باندې را واړوله . همداوه چې په دغه ترڅ كې په رښتياينې سره هم دځان اوهم دنورو په وړاندې بې رحمه و. يو م هال مادماسترې تيزسس دده ترلارښونې لاندې ليكه ، په دغه ترڅ كې مادده دآثارو په باره كې هم يوڅه ليكلي وو، دده نوم د استاد تږي ترنامه دمخه راغلي و ، ماچې كله هغه پاڼې دكتنې له پاره ده ته وركړې ، په سبايې دليكوالوله انجم ن څخه تليفون راته وكړ، چې نن بايد زه دى زمادليكنې په اړه وګورم ، كله چې ورغلم ، ده په خورا آرامه اوعالمانه توګه راته وويل ، چې تا زما په اړه تبصره تر استاد تږي دمخه راوړې ، په داسې حال كې چې زه خپله په دغه برخه كې داستاد تږي پوروړى يم . زه هيله كوم چې زمابه باب خپله تبصره تر نيازي (تږي ) وروسته راوړي . استاد روهي په هغه ورځ په دغه دوره كې هغه ټول بهيرماته ټكي په ټكي تشريح كړ. زه هماعه مهال پوه شوم ، چې روهي څوك دى اوڅه له موږه هيله لري؟ روهي زموږ دادب پوهنې اوپه تيره بيا دكره كتنې په برخه كې هغه ځاى لري لكه چې  ټي . اس . اليوت يې په انګريزې ادپ پيژندنه  اوكره كتنه كې لري  . زه ځان په دې نيكمرعه پولم چې د دوو علمي رتبو (پوهنملي ،اوپوهندويې ) له پاره زمالارښود استاد هم دى و، زما دپوهندويي رتبې اثر دپښتودوو ادبې بهيرونو ( استوګن اونااستوګن ) تيوريكه شننه اوتشريح وه ، همدغه اثرو چې بيايوشميررا پسې ناحقي اوغيرعلمى ډنډورې هم واچولې ... په داسې حال كې چې دايواړتياوه اوپه دغه ترڅ كې ما په خپل اثركې دبښتو ملي اويوموټې ادب په پاڼوكې هم دتش په نامه انقلابې اوهم تش په نامه جهاد ي ادب نومونې  په خپل وخت كې لنډ پالې اولنډ پارې نومونې (اصطلاحات ) وبللې. استاد روهي په خپله په دغه ټكي باندې باوري و جې ليكوال  اوشاعران ددغې روانې بدمرغى مسوول په دې نه دې چې دوى په كې نه اوس رول لري اونه يې پخوا درلود.دوى بايد يوازې  زموږ داحساساتواوعواطفواستازې وې ... استاد روهي په خپلو نظريانواوليكنوسره نه يوازې دپښتنو دځوان نسل په روزنه كې ټاكوونكي برخه ترسره كړه اودرناوى يې كيده بلكي هغه دافغانستان دفارسي ژبوليكوالواو� �اعرانو په منځ كې هم خپل بې سارى محبوبيت دژوند ترپايه ديوه مشرعالم اوپوهاند په توګه وساته ، دفارسي ژبې ځوانمرګ شاعر ارواښاد قهارعاصى ايران ته دخپل سفر په ترڅ كې دشعر په مجله كې د استاد روهي يوه مقاله له پښتوڅخه په فارسي ژباړلي اوخپره كړې وه ، كله له هغه هيواده (ايرانه ) خورا خواشينۍ بيرته راغى ، ماددغې مقالي دژبارې اوخپرولو لامل ترې وپوښته ،ده په ډيره رښتينې ژبه  لكه چې عادت يې و راته وويل :((  ده افغانستان بدون روهي وباخترې ديګه كې است ... هرچه ديدم ، تاچيزې را نشركنم  كه ايرانيان نګويند ازماګرفتند درنوشته هاى ديگران نيافتم لذا اين مقاله وزين استاد را ترجمه كردم ... )). په هرډول پښتواوپښتنو ته استاد روهي په خپل وخت كې په خپلې فرهنګ پالې روحيې سره يولړداسې كارونه ترسره كړل چې هغه له شكه پرته موږ په بنسټيزو اوكيفي كارونو اوخدمتتونو يادولاى شو، دده تر مشرۍ لاندې پښتوټو� �نه په دې بريالۍ شوه چې په نوي علمي كيفيت سره خپلې څيړنې پرمخ بوځي . ده همداشان په راوروسته كې هم دعلومو آكا� �يمې ، ليكوالو انجمن اوهمداسې دكابل پوهنتون په علمي كارونو كې خپل ځاى او خپل صلاحيت درلود. په شپتموكالو كې ده دكابل پوهنتون پښتوڅانګې ماستري دورې زده كوونكو ته دتدريس چارې ته اوږې وركړې اوددغو زده كوونكو دعلمي اوعملي كارونواودرسونو لارښونه په خپل پوره صلاحيت سره سرته ورسوله. په دغه مهال ده  دمعاصرو ادبياتو، اوخوشال پوهنې په برخه كې رغنده لارښونې وكړې اوپه دغه ترڅ كې خپله اوچته ونډه ترسره كړه . دكابل پوهنتون دعلمي ترفيع ګانو لارښونه په هغه مهال له پوهنتون څخه دباندې پوهانوله پاره  ډيره ساده خبره نه وه ، ان چې كله كله خو به په دغه اړه دباندنې استاد دصلاحيت پوښتنه ترهرڅه دمخه طرح كيده ، خوديوشميرهغوعلمي څيرو لكه استاد � �وهي په وړاندې كله هم داشان پوښتنې نه طرح كيدې اونه يې هم چا اړتيا محسوسوله .   ددې ليکني دوهمه برخه له دې ځايه ولولی ",( روهي ) دخپل پيرنوميالي افغان پوه ، مفكراولارښود 3572,پروفيسر خالق رشيد- کاناډا," ۲- روهي دخپل عصريو ايديال روڼ اندى (روښانفكر)  و _ زه رون اندى يم ، نه پردى پالى .. داډيره موده كيږي چې هلته اودلته ديوشميرافغاني خپرونو � �ه لارې په دغه اړه ليكنې كيږي چې رون اندي څوك دي ؟ اويوبيلګه ييز رون اندى (روشنفكر ) موږ چا ته ويلى شو ؟  داهغه پوښتنې دي چې جرړې يي دافغانستان له خپلواكۍ څخه راپه دې خوا دافغانستان دمعاصرتاريخ ديوې مهمې برخې په توګه دمعتبرواسنادو له مخې په پوره ډاډ سره موږ څيړلاى شو. زه په ځانګړې توګه له امان الله خان څخه وروسته تر م عاصروڅيروپورې تل په دغه اړه فكركوم  چې يوڅوك داسې پيداكړم چې هغه د ټول لږ په ليك لوست پوه كسان (چې يوشميريې � �وڼ اندي ياروشنفكران بولي ) وستايي اودهغه په كړو وړو كې دې داسې څه نه وي چې دهغوله مخې بايد ګوته ورته ونه نيول شي. امان االله خان دافغانستان په روښانفكري تاريخ كې يوبيلګه ييز څوك دى چې ان پښتون دښمنه پردې پالي قسم خوا� �ه ځواكونه  چې دپښتنوپه سيوريو هم دتومت داغونه لګولي هم دهغه په شخصيت باندي اعتراف كوي اوددې توان نه لري چې ددغه حقيقت په وړاندې دې مقاومت وكړي .ان استاد خليلي چې ويل كيږي پلار يې امان الله خان دخپلوناوړو كړو وړو له امله دقضاوت په ډكركې محاكمه كړ هم دغازي امان الله خان د جنازې پرمهال جلال آباد ته ورغى اوهلته يي هغه مشهو� �ه قصيده (شهريار بازآمدي ...) (۱) ده ته دده دلويئ له امله نذركړه .(له بده مرغه چې دغه قصيده اوس دده مداحان دده په چاپي ديوان كې نه راوړي اويايې له منځه وړې وي )  چې ددې مانا په خپله دهغه په وړاندې د درناوي سرټيټول وو. داسي كسان لكه امان الله خان په راوروسته كي هم لږ نه وو، خو له بده مرغه چې په افغانستان كې دسړي پيژندنې م عيار اودهغه آرونه د بيلابيلو ډلو ټپلود غيرعلمي او نامعيارى ارزونې دتول په ترڅ كې رامنځ ته شوي دي  له بده م رغه چې دوى په دغه غيرعلمى تول پارسنګ كې كسان اوډلي اچولي اوبيايې په مشهوره خبره له (خپل مذاق ) سره سم قضاوت پرې كړى دى .همدا لامل وچې په نژدې تيره نيمه پيړۍ كې افغانستان يوه داسي ملي ، علمي او ټولينيزه بيلگه ونه مونده چې اوس يې دنوي نسل مخې ته را وړاندې كړي . هغوى چې په سياست كې ونښتل ، هغوى خو په تمامه دباندنيواړيكو له مخې په دې په هيڅ وشميرل شول چې له پرديوسره يې اړيكي كلك كړل او دهغو دپيروانو او پلويانو په تور دتوتوپه حساب شول .هغوى چې په علمي او فرهنګي چاروكې بوخت وو ، په هغو ى پسي قومې اوسمتي اړيكي  غم شول اودهغو په ګناه يي ان � �ثار هم ونيول شول اوهغه يې د پرديو په اشاره غلط تعبيراوتفسيركړل او ونه شواى كيداى  چې په دغه ګډوله ټولنه كې د ددې وړتيا ترلاسه كړي چې ديوې بيلګې اوبيلګه ييز كس په توګه دې په ملي سويه دمنښت ډګرته راووځي اوياد په علمي � �ګركې د دافغانستان دهرې ډلې له خوا ومنل شي.  دټولينيزې ودې دقوانينو له مخې په دغه اړه ددغه ټكي يادول اړين دي چې ،  ثابت ټولنيز قوانين په يوه ټولنه كې يوازې دهغې ټولنې دپخوالي او پياوړې ټولنيزې او اقتصادي ودې او ټو� �نيزثبات په ترڅ كې رامنځ ته كيداى شي له دې سره سم  ديوې سالمې ټولنيزې فضا شونتياهم په همدغه ټيكاو (ثبات) كې وړاندوينه هم دپاملرنې وړكيدونكي ده  .په افغاني ټولنه كې نه يوازې داچې دټولنيزو قوانينو پته نشته  په دې و� �وستيو كې په دغه ټولنه كي هغه ټولنيز قراردادونه چې په طبعيي توګه موجود وو اودلته يې  ددغې ټولنې په ټولنيز چا پيريال باندې واكمني كوله هغه هم له يوې خوا په هيڅ شماره شي اوله بلې خوا په داسې حال كې چې بديل هم نه ورته په ګوته كيږي په شعوري توګه له منځه تلونكې دي اوپه سوكه ييزې وركې يې ورمخه ده  . دهمدې لامل پايله به دا كيږي چې پ� �دې پالي ځواكونه ووايي موږ  په خورا سختى سره كولاى شو په افغاني ټولنه كې يوتيپيك افغان عالم داسې چې په تيرو ديرشو كالوكې يې په رښتياهم په روڼ اندۍ سره د افغاني هويت اوددغې ټولنې دسرلوړئ له پاره ګام اوچت كړى وي ومومو. په داسې حال كې چې په افغاني ټولنه مين هيواد پال پوهان اوڅيړونكي  له دغه شان طرحې سره هيڅكه هم دهو، سرنه شي ښورولاى . افغانستان سره له دې چې په تيرو شلوديرشو كالوكې پردي پالي حركت سخت وځاپه ،پردي ټپو ښيواوكيڼونړۍ � �يدنوكه له يوې خوا په دغه هيواد كې ددغه هيواد تجربه شوي  ټولنيزارزښتونه بې ارزښته كړل . له بلې خوا له دې سره سره هم  په دې ونه توانيدل چې ګواكي هرڅه ته دې ، دپاى ټكى كيږدي . نه ، ددغه هيواد دهرقام په زړه كې داسې كسان هم شته چې پرهغوى باندې افغانستان دزړه له كومي ګران دى اوتراوسه پورې يې دهغو ى په شان چې چا خرڅ كړ، چا په وينو و � �نګاوه اوڅوك يې اوس هم دپرديو دتاخت اوتازله پاره كاروي دزړه له كومي دنفرت اوكركې په پوله ولاړدي . دوى ت� �اوسه هم په خپل هيواد افغانيت  وياړي اوپه دې باوري شوى چې كه له دغه هيواده ديوې شيبې له پاره هم په يوه خوا كيږي هغه ددوى شته والي اوافغانيت ته دمړينې ګواښ دى. افغانيت دهرافغان له پاره دملي پيژندپاڼې لوى لاسوند اووياړدى ، ددغې نوموني آرلغت پښتنولي ده ، چې دپښتنودستروياړاو اوچت ټولنيزفرهنګ اوتاريخې هويت له مخې په افغانستان كې اوسيدونكو قومونونو لكه تاجكانو، هزارګانو ، ازبكانواونوروهم دځان كړى دى، او دا (افغانيت ) دافغانستان دملي شته والي اوملي اډانې داسې بنسټ دى چې اوس يې ددغه هيواد دټولوقومونو دملي پيژندپانې په كرښوكې لوړځاى ترلاسه كړى دى . افغانيت او پښتنولى اوس كه څوك مني اوكه نه ، دافغانستان دټولوقومونو په رواني ، اخلا� �ي ، ګروهي اوكله هم په حماسي وياړونو كې ځاى نيولى دى . هغوى چې دافغانيت له قانونمند آرڅخه دتبليغاتي اوتعصبې ناندريو ترسيوري لاندې ځان پټوي ، اوپرديوته خدمت كوي ، هغو په خپله ددغه ټولنيزهويت پرجرړو باندې په علمي توګه پوهيږي ، خوله دې سره سره هم هڅه كوي چې په افغاني ټولنو كې په دغوټولنيزو  رښتياووباندې سترګې پټې كړې اودخپلي ناپوهې  خاورې دنورپرمخ هم ور واچوي . آيادغه پردې پالي حركتونه به ددې جوګه شي ، چې  په افغاني ټو� �نيزه اډانه كې به كوم بدلون رامنځ ته كړي ؟ زه خوپه دې باوريم ، چې ددغه كار شونتياكله هم په دغه ټولنه كې انځو� �يدونكي نه ده ، په دې چې ننۍ پردۍ پالې مغكورې ټولې لنډمهالي اوبهرنۍ توطيې دې چې سياسي لنډپارې دندې له ځان سره لري اوپه اوږمدتي ډګركې په پنځاني (طبعيي) توګه  هيڅ كيږي  . وګورئ ، په تيروڅلوروكالوكې عملا موږ وليدل چې په پښتنوڅه راغلل ؟ اوتراوسه څه پرې روان دي ، رښتنې هزاره ، هيوادپال تاجك ، بلوڅ او ازبك اودهغو رښتني استازې په عملي توګه دپښتنوله دغې قربانۍ څخه نه انكاركوي اونه ددغه قام په ملي اوتاريخي رسالت باندې سترګې پټوى ، هغوى هره شيبه ددې له پاره تيارى نيسي چې ځان په هرډول چې وي دخپل ځانګړي رسالت له مخې چې هيواد په وړاندې يې لري په دغه بهيركې ورګډ كړي ، د روس پر ضد جهاد هم له پښتنو پيل شو، خو وروسته دغه يوموټي ملت په هره خوا كې خپل ځان دعمل ډګرته راوړاندې كړسره له دې چې پردي پالو دبري په پاى كې په پرديو وسپارل ، خو بيايې هم هغه څه چې رښتياوو اوهغه څه چې دملت خپله هڅه وه ، هغه يې په خپل ټول ځواك سره عملي كړه .دافغانستان لږكي خوهسي هم په دغه ټولنه كي د ټټاراو نانواى ، مسګراواهنګرله چم ګاونډه دباندې نه وتلي وواونه هم دهيواد دملي برخليك اودفاع په كاركې دپښتنوانډول وو،كله چې دشلمې پيړۍ په خورا سختوحالاتوكي دملي برخليك پوښتنه طرح شوه ، دوى لكه نن چې دام� �يكايي څپاو په وړاندې پټه خوله دي ، همداسې د روسانو په وړاندې هم ترهغه مهاله چې نوريې دمرګ اوژوند پوښتنه � �امنځ ته شوه پټه خوله وو، څوچې په پاى كې ناچارشول هلته اودلته يې ځانونه راڅرګندكړل ، له بده مرغه چې دلږ كيويوشمير دهيواد دملي برخليك په ترڅ كې مخكې تردې چې دهيواد اوملت په وړاندې خپل رسالت ته اوږې وركړي ، د پ� �ديودنفوذ اواغيزښكارشوي ، د دوى يوشمير ددې پرځاى چې ددغه هيواد داوسيدونكو په شان يې بايدخپل ملي دريځ ساتلى واى ، داسې لنډې  منډې وكړې  چې دهغه په پايله كي يې نه يوازې خپل لږكې دملي سياست اوملي دريځ دايرې ته په ښه نامه  راوړاندي نه كړل ، بلكه هغه يې دنورو دقوماندو تابع كړل اودنورو له پاره يې په خپل كوراوخپل هيوادكې دبدم� �غيولاملونه شول. كله چې دلږكيوپردي پالي ځواكونولاس ته  وسله ورغله  ، نو بيايې سترګې  پټي شوې اوپه هغه څه يې لاس پورې كړ چې دملي جوړښت په لويه دايره كې يې له شرمه پرته بله بريانه درلوده اونه پرې سرلوړي شول.  نن وى اوكه سباوي ، دوى به هم لكه دپښتنوپه شان دخپل هيواد ددفاع اوجوړوني ډګرته راوړاندي كيږي اوديوه ملي پياوړي ځواك په جوړولو كې به خپل رغنده دريځ ترسره كوي . دوى ديوه واحد افغان دسترپيكرتوك دي . لكه استاد روهي به وي� �  په افغانستان كې د دموكراسئ دعملي كيدو ترټولو مهم لاسوند په خپله ددغه هيواد داوسيدونكو(كه څه هم  دوى به ديوه مهال له پاره دهغې عملي كيدو ته غاړه كي نه ږدي)  له عملي تفاهم څخه پرته بله لاره نه ده.  داستاد الفت دفلسفي او رواني څيړنې په ترڅ كې يوه سپارښتنه داده چې ژوندي ملتونه هغه دي چې دخپلې ودې اوپرمختګ  په بهيركې خپل خادمان اوخاينان وپيژني ... په افغاني ټولنه كې تراوسه هم دغه علمآ په ډاګه شوې نيمګړتيالا په خپل حال پاتې ده .� �اتراوسه هم دغه ټولنه كې په خبره پوه كسان د ړندو اوكڼوپه ببولالوپسي په وياړوسره روان دي ، لاتراوسه هم دغه ټولنه دخپلې ودې اوشهامت هغه پړاوته (ان په روښانفكري سويه ) ونه رسيده چې دځان له پاره دخپل رښتينې لارښوونكي � �كه روهي  ديوې بيلګې په ګوته غوره كړاى شي. داكاريوه رښتيني شهامت اوقربانۍ ته اړتيا لري  اودغه چال چلند كه په مادي لحاظ څوك نه شي زغملاى ددې له پاره لوى معنوي لاملونه هم شته چې انسان ته دنيكمرغئ لوى زيرى له ځان سره لري . پښتانه خودخداى لري په خپل ټولنيزجوړښت كې هغه مشهوره خبره تراوسه هم له ياده نه باسي ، هغه چې په ژوندنې ښه نه لري اوپه مرګوني بد . كيداى شي دعلمي ټولنپوهنې دڅيړنوله مخې  كې ددغه فكت په رڼاكې يوڅه وويلاى � �و، داسې چې ښايي يوشميركسان دغه خبره په سرسري توګه هيڅ وبولي اويايې په هيڅ وارزوي ، خوزه فكركوم چې ددغه اصل ترشا ديوى ټولنيزې رښتيا خورا مهم اوپوخ لامل هم پروت وي ، په دې مانا چې داډول دريځ ديوچا اويوه قام په وړاندي دځيركۍ اوپوهې پرآرنه پيل كيږي بلكي داديوې خورا لويې كمزوري نښه ده . چې هغې ته بايد ديوې ټولنې دپوهې اوشعور ټيټه زينه ووايو. كله كه موږ په يوه ټولنه كې ديوه فرد اويوې ډلې په باب دناپوهو اوكمزورو كسانواوياهم داسې چا چې هغوى په پوهه اونادانۍ كې دناروغئ پړاو ته رسيدلي وي  (هوښيارليونيان يا هم متعصبين )  اوپرهغو باندې بيا � �ضاوت كوو په داسې حال كې موږ بى شكه چې له يوه علمي تناقض سره مخامخ كيږو. لكه چې په تيرودريولسيزوكې موږ داشان بيلګي خورا زياتې وليدې . اويايې اوس هم دانترنيت پرمخ ننداره كوو. داټولې خبرې اوداټولې اوسنى ستونزې دافغانستان د روڼ اندو په منځ كې ديوې ملي پراخ نظرۍ دنشته والي له دريځ څخه سرچينه اخلي . دتعصب لرونكودغه وړې خبرې زموږ دملت ملي اډانې ته په پياوړې توګه زيان رسوي . اوكه چيرې دا لړۍ همداسې دوام وكړي ، يوه ورځ داسې هم رات� �ونكې ده چې هلته به موږ ديوه ملت په توګه په داسي يوه برخليك وراوړو چې نه يوازې به ديوې ملي ژمنې دتحقق له پاره سره يوموټى شو، بلكه هغه څه چې په اعتقادي اوفرهنګي برخه انساني ټولنې ته زموږ برياوه هغه به هم له لاسه وركوو. يوشميرهوښيارليونيان چې دنورو له پاره كاركوي ، هغو يوازې دنورو قومانده اوري هغه مني اوهغې ته ګوري ، هغو دې ته نه ګوري چې موږ په يوه ګډه ټولنه (افغاني ) ټولنه كي ديوملت په توګه ژوند كوو، موږ بايد پرديوته دپرديو په سترګو وګورو په دې چې هغوى موږ خپل نه بولي اونه به دخپلوي له پاره لاس رااوږد كړي . يوشميركه وايې چې ګاونډې هيوادونه له موږ سره ګډ اړيكي لري ، داپه خپله يوه سياسي دوكه ده چې ځان پرې غولوو ، دوى به كله هم له موږ سره خپل ارزښتونه ګډ نه كړي اونه به په خپل هيوادكې موږته دداسې چا په سترګو وګوري چې ګواكي موږ اودوى يومهال په يوه جغرافيايي چاپيريال كې په يوشان تاريخي ، فرهنګي او اعتقادي اړيكوكې ژوند كاوه . اوس موږ له ګاونډيوسره په هيڅ ډول يوشى نه يو، ايران دايرانيت په فكركي دى ، پاكستان دخپل پاكستانيت اوازبكستان دخپل ازبكيت اوتاجكستان دخپل تاجكيت ، كه زه هرڅومره ووايم چې زه ايرانۍ يم ، زه شيعه يم ، ايراني مې بياهم افغان بولي ، كه زه ووايم چې ازبك يم ، بياهم خپل فكرلري اوخپله لامذهبي راباندي چلوي ، لكه چي په تيرو شلوديرشو كالوكي موږ اوهغوى چې دغربت ژوند يې په دغو ګاونډيوهيوادو كې تيركړى دى عملآ هم وليدل .  روهي ديوه افغان په توګه تل په دغه باره كې په دى نظرو، چې افغانان (هغوى چې ملي وياړيې افغانيت وي ) بايد له دغو ناروغيوڅخه چې دپرديوله پاره په افغانستان كې لاره اواروي ځانونه په يوه خوانه كړي ، كه په دغه ترڅ كې له يوې شعوري ځيركۍ څخه كاروانه خيستل شي  دوى به كله هم ديوتلپاتې ، هوسا، دموكراتيك اومتمدن ژوند په لور ګامونه اوچت نه كړي ، د روهي په اند ترټولوم همه اودپاملرني وړخبره داده چې افغانان بايد دملي مفكوري په رڼاكې په ملي احساس سره دنوې  پوهنې اونوي عصر دبد� �وني ارزښتنوپه ترڅ دخپل ځان ،خپلې ټولنې اوخپلې راتلونكې اوهوسا،خوندي اويوموټي افغانستان دپرمختګ ، خپلواكۍ اوسرلوړئ په برخه كې ګامونه پورته كړي . دداسي نړۍ ليد په لرلو سره موږ  په افغاني جرات سره ويلاى شو چې روهي په افغاني ټولنه كې د رون اندي بهيرپه سركې يوروښانه اوتلپاتې ايدل پوه اوروڼ اندى و چې زموږ راتلونكي يې په وياړاوسرلوړۍ سره په پلونوباندې ځانونه منزلونوته رسولاى شي. ۳_ روهي تعصب نه درلود :كه موږ هم متعصب شو زموږ اومتعصيبينو ترمنځ توپير څه شو ؟په دغه اړه ترهرڅه دمخه ديوې پراخې ټولنيزې انساني غميزې  په وړاندې موږ داسې يوڅوك ا چې هغه په خپله په دغه ترڅ كې له انساني زوال اوبدمرغۍ پرته نورڅه نه وينې ليداى شئ . روهي په دغه اړه له يوه مخكښ اوانساني پيغام سره دعمل ډګرته راووت اوپه خپل وخت كې دهغوى په وړاندې چې دوى په رښتياهم ځانونه په توپيرونو اوتعصبونوباندې څربول كلك ودريد ، ده افراط نه مانه اودتفريط په وړاندې يې مقاومت او ټينګار له دې امله و چې ده په هغو كې ديوه عام ټولنيزركود تياره وړاندوينه كوله .همداوه چې ده هم د دوستانو اوهم سيالانو په وړاندې خپل ځان اوهغوى چې له ده سره په يوه مرام اويوه تګلاره يوه خوله وو په همدغه خبره لكه چې دمخه موياده كړه په علمي اوقانونمنده توګه باوري كړل . روهي په دغه ترڅ كې لكه په آسياكې د نه زورزياتي لارښوونكي ، بودا ، مهاتم اګاندي ، پاچاخان  اواستاد رشاد داسې راوپړكيد. اوپه دغه خبره يې ځان په خپله ټولنه كې د رښتينې افغانيت � �وړوپوړيوته دهرچا په زړه كې ورساوه . چې له بده مرغه داډول خبرې تراوسه هم په افغاني ټولنې كې له خورا لږ وكسانوڅخه اوريدل كيږي . روهي نه يوازې دافكر ديوې طرحې په توګه دافغاني ټولنې دځوان نسل په منځ كې طرحه كړبلكى ده په دغه ترڅ كې په عملي توګه هم برخه واخيسته ، هغه مهال چې خوشال فرهنګي ټولنه په افغانستان كې دده په مشرئ س� �ه جوړه شوه ، په هغه كې ترهرڅه دمخه په همدغه آر باندې ټينګار وشو ، چې زموږ دابريا به د افغانستان له پاره ديوه بيلګه ييزګام په توګه ملي اهميت ولري ، زموږ دټولو فرهنګي هلوځلو هرپرمختګ بايد دافغانستان ټول روڼ اندي اوپه خبره پوه كسان دهيواد په هره برخه كې محسوس كړي ، خوشال ټولنه يوملي افغاني سراسري ارګان و، چې دهيواد دهرقام اوهرې سيمې دافغاني استازېتوب په كې كيداى شو. تر خوشال ټولنې دمخه هم يوشميرانجمنونه اوټولنې جوړشوي وې، داسې چې يوازې يې ديوه سمت اويوه ولايت استازيتوب  كاوه، يوشميريې دولتي ملاتړدرلود ، اودخاصوملحوظاتو پربنسټ جوړ� �وي وو. خو روهي په خپل ټول در ايت اولارښونې سره خوشال فرهنګي ټولنه دفرهنګي اوملي ارزښتونو په پام كې نيولو س� �ه دهيواد په سختوحالاتوكې  دفرهنګ ژغورنې اوامن ساحل ته لارښونه كړه اودهغې په رڼاكې يي ديوه ملي ګام په پورته كولو سره خپلوخلكو اوهيواد ته داپه ډاګه كړه چې كه هرڅوك په دغه ټولنه كي وايي چې زه يم اوله ماپرته بايد نو� �دلته نه وي  په دغه كار سره نه يوازې دخپل ځان دبربادئ مقدمه په خپل لاس برابروي بلكي دهيواد دبربادئ له پاره هم په نادانۍ سره خپل  لاس دنورو په لاس كې وركوي اودهغو له پاره لاس په كاركيږي  .او روهي په رښتياهم دهر� �ول ځان غوښتونكواو تعصبې پلانوپه وړاندې په خورا ميړانې سره مبارزه كوله . اوتل به يې دخپل استدلال په ترڅ كې ويل چې موږ بايد له متعصبينوسره متعصب نه شو ، په دى چې بيا زموږ اوهغوى ترمنځ څوك توپيرنه شي كولاى ...۴_ روهي د زياتي اوكمي دښمن وافراط كه ښى وي اوكه كيڼ دانسان دښمن دى ...يووخت مى ښه په ياد دي چې دسوسيالزم دماتي شپې ورځي وې ، په افغانستان كې ه� �چا پرځان باندې داسې ماسكونه را غوړول چې فكريې كاوه ، دهغو په ترڅ كې به څوك دوى اوددوى كړه وړه اوهويتونه سره توپيرنه شي كړاى ، په دغه تاوده بازار كې ، خبره دې ته راورسيده چې هرچا پرته له دې چې دزمان په راز او رمز باندې ځان پوه كړې ، دا چغې وهلي چې كه دغه حالت بدل شي نو بس دا وطن به جنت شي ، په دغه توره تمبه كې داسې هم شوه ، چې يو� �ميرخو لا دمومن  خان دښامار تسمې هم ترملاكړې اوخلكو ته يې ښوده چې ګواكي دښامار په وژلوكي دوى هم برخه اخستى اوپه دغه نوي ډګركې به خلك دوى دناليدلي جنت په لورلارښونه كوي . استاد روهي په دغه حالت خپل نظردرلود اوهغه داچې : (( ګرباچف دشوروي لويه امپراطوري دړې وړې كړه ، خواوس هم په هماغه شوروي كې ژوندكوي ، هغه ته دشوروي كم ونست ګوند  په دومره لوى زيان سره  دومره نه دى په قهر لكه زموږ  په هيواد كې چې يوشميرافراطيان (ښي اوكيڼ ) � �اكتر نجيب اودهغه نظام ته په حق اوناحقه ګواښيږي ، دغه دوستان چې دوى داشان افراطي طرحي لري ،له دوى څخه لاره وركه ده له بده مرغه چې  دوى ځانو په هغو دموكراتيكو ارزښتونو چې كلونه كلونه يې  ځانونه دهغو حاميان بلل نه سم بالوي ، دوى اوس هم د نړۍ دعام بدلون په ترڅ كې ځانونه دړندو اوكڼوپه شان نيسي ... روهي په ټولنيزه اوانساني � �زادئ باندې د زړه له كومي باوردرلود ، اودايې دهرچا ترغوږ پورې په پوره وياړسره رسوله چې افغاني ټولنې ډيربدې � �پې ورځي زغملې په دغه ټولنه كې يوكور اويوه كورنۍ هم دجګړې له داغه په يوه خوا نه دي پاتي ، ددغې ټولنې د دردونو اوټپونو د درملني يوازنۍ لاره په دغه هيوادكې د رښتينې دموكراسي تامين اوديوې سراسري سولې سمبالول دي. استاد � �وهي خپل دغه نظردافغانستان د روڼ اندې ځواك په استازې ان ترنړيوالوټولنې ، خبري رسنيوپورې ورساوه .ده به وي� �  چې افغانستان د افراطي كړو اوافكارو قرباني شو. زمان اوپيښوپه رښتياهم وښوده  خوله بده مرغه چې دافراط دغه ت� �يخ غړپ لاتراوسه هم زموږ دملت له ستوني څخه نه دى تيرشوى . لاتراوسه هم زموږ ملت پردي وژني او دپرديو دافراطي توطيواومعاملوتود ډګردى . : دادهرچا حق دى چې رون اندى شي اوبايد شي خو دې ته يې بايد پام وي چې ښه رون اندى هغه څوك دى چې پردى پالى نه وي ... ۵- دروهي تلپاتي يادګار_ دافغانانويوالى يوازې د خوشال تر ايدلونو لاندې كيداى شي ... داستاد روهي له فرهنګي يادګارونو څخه يوهم  دهيواد په خورا سختو شپو ورځو كې د خوشال فرهنګي ټولنې جوړول اوددغه ملي اوفرهنګي ارګان لارښوونه كول وو. دده په لارښوونې سره دغې ټولنې ته په كوزه اوبره پښتونخواكې دملي پالوپښتنوپاملرنه ور واوښته ، ددغې ټولنې لويې په دې كې وه چې ددغه فرهنګي پرتم اوغورځنګ ملاتړ دهيواد په كچه دټولو قومونو اوفرهنګې كړيو له خوا وشو، ددغې ټولنې په لارښوده شورا دټولو هغو � �ومونو اوفرهنګونو اوژبو استازې وو چې هغودافغاني فرهنګ دغوړيدواوبډاى كيدو ملي اراده درلوده . ده په هغوسختو� �پوورځوكې چې هيواد ديوې فرهنګي ضد فضا منګولوته لويده اودكابل د ورانيدو كيسه راپيل كيده خوشال ټولنه په خپلو معنوي لارښوونو سره لارښونه كړه .دټولنې په مرامي تګلاره كې يوه خبره داوه چې ددغې ټولني له پاره به دهيواد په هره برخه كې لارې چارې اواريږي ، اودهيواد په هره برخه كې به يې څانګي پرانستل كيږي ، چې له بده مرغه دبيلابي� �وعواملو له مخې تراوسه پورې ددغه كارله پاره كار ونه شو، موږ غوښتل چې دخوشال ټولنې ترملې اوفرهنګي ارمانو� �اندې ديوه ملي فرهنګ اوفرهنګي فضا په رامنځ ته كولو سره دخپل هيواد دشعوري روزني په ترڅ كې رغنده ګام اوچت كړو ، خوله بده مرغه چې په دغه ترڅ كې پښتنوپه لومړي اونورو په دويم ګام كې خپلې خپلې لارې ونيوې اويوى لوى ارمان چې دهغه په ترڅ كې موږ په ډيرو ستونزو باندې بريالي كيداى شوو اوله دغې لارې مو دملي فرهنګ اوملي شعور دويښولو اوپاللو په برخه كې په خلاصو مټوكاركولاى شو، په لوى لاس له ياده ويوست . موږ نه وايو چې موږ په دغه ترڅ كې زيات تاوان وكړ، موږ په يوشميربرخوكې دځوانوهڅو له پاره الهام شوو، خوكه دخوشال اوخوشال ټولنې  ارمان موپه شعوري توګه څارلى واى اوله ځان ساتيو موكارنه واى اخيستى  په دغه كارسره موږ بې شكه په لويوبرياووباندې وراوښتى � �واى . خوشال ټولنه په خپله زموږ دځوانو هڅوله پاره يوه مدرسه وه ، چې ارمان يې له پرونه ، ترنن اوسباپورې  ډاډم ن اود خوشال دميراث په توګه تلپاتي دى . په دې چې موږ په دغه ارمان سره كه نه نن نه شو، سبا اوكه سباهم نه وي بله ورځ خامخا راټوليدونكي يو.  كله موچې دشمشاد نوم دټولنې دمجلي له پاره ټاكه ده داخبره وكړه چې په دغه نامه سره به موږ وكولاى شو دخوشال بابا ملي اوفرهنګي ميراث ته په ګډه دغوړيدو اوخوريدو لارې چارې برابرې كړو. او � �وهي په دې د زړه له كومي باوردرلوديادونه : دغه ليکنه لمړﺉ ځل د ښکلا مجلې په پرله پسې يويشتمه ګڼه او دوهم ځل يې له دې ځايه ( بېنوا ويبپاڼي ) لولی . هېره دي نه وي چي د ارواښاد استاد روهي د لسم تلين دجرمني په سيمينار کي ښاغلي ډاکټر شېرولي شېر ولوستل .",( روهي ) دخپل پيرنوميالي افغان پوه ، مفكراولارښود( دوهمه برخه ) 3573,"ډاکټر عبدالباري - جرمني"," و انساني کرامت ته د احترام په خاطر!  ( ژباړونکئ ) لاندي مضمون په ١٤/ جون/ ٢٠٠٦ نيټه د جرم ني د ډي څايټ (وخت) د اونۍ په ٢٥ ګڼه کي خپور سوی دئ د فلوريان کلينک ليکنه د ډاکټر عبدالباري ژباړه    ام� �يکايي پوځ په دې قفس کي د ژونده سر په لاس کيدل""د يوه مخه تاکتيک""  بولي .   د ګوانتانامو په زندان کي په لسګونو بنديانو دخپل ځان د وژولوکوښښ کړی دئ، تر اوسه درې نفره  بريالي سوی دي، د امريکايانو په غوسه .  ",دقفس شهادت ( د ډاکټر عبدالباري ژباړه) 3574,عبدالباري جهاني ( امريکا)," ""موږ په هره کوڅه او ناحیه کي دونه زیاتي قومي بې اتفاقۍ لرو چي د نویو بې اتفاقیو دپاره بېخي ځای نسته. موږ لا تر اوسه پوري د غلجي او دراني زهر لرونکي چیغي کراري کړي نه دي، او لا ورځ په ورځ زور پسي اخلي. ."" ګرانو! په تېرو دوو کلونو کي مي د بېنوا پاڼه تر هري بلي پاڼي زیاته لوستې ده  او دا باید درته ووایم چي زه نوري پاڼي ډېري لږ لولم او د دې علت، خدای ناخواسته، دا نه دی چي زه له نورو پاڼو سره علاقه نه لرم بلکي علت یې د لوېدیځي نړۍ بېځایه مصروفیتونه دي. زه په خپل نوبت، د پښتو ژبي سره ستاسي د دې ژوري علاقې لرلو له امله، مبارکي درته وایم. په دې پاڼه کي هر وخت د هیواد په باب ښه پر وخت او ښه بېطرفانه هر اړخیزه خبرونه او رپوټونه لولم. تر ډېره ځایه پوري مو د � �پوټونواو خبرونو په ژبه هم پوهېدلای سم. د پوهېدلو خبره مي ځکه وکړه چي نن سبا داسي پښتو رواج سوې ده چي که له سړي سره  ښه مناسب او عصري قاموس نه وي، نوچنداني یې په ژبه سر نه خلاصېږي. اوکله_کله خو د داسي نویو او یا بهتره ده ووایم، ناشولټو کلماتو سره مخامخ کېږې چي سړی یې په قاموس کي پیدا کولای نه سي او باید چي ترجمان ورسره ملگری وي. زما په یاد دي چي درې کاله مخکي په کندهار کي یوه ځوان راته وویل چي جهاني صاحب د قلم دپاره کوم توری مناسب دی. ما ورته وویل زما مور یې قلم بولي او زه یقین لرم چي ستا مور به یې هم قلم بولي. په دې مقدسه کلمه چي خدای تعالی (ج) په قرآن شریف کي سوگند په یاد کړی دی څه سوي دي چي د هغې پر ځای باندي بل توری اختراع کړو. خو له بده مرغه چي د غریب ملا په آذان څوک روژه نه ماتوي او د قلم دپاره هم د لیکڼي بدرنگه توری اختراع سوی دی، خو له نېکه مرغه چي لا رواج سوی نه دی . البته زه د نویو لغاتو او کلماتو د کا� �ولو په برخه کي تر اندازې زیات محافظه کار یم او تاسي ته هم توصیه نه کوم چي زما پر گام راسره ولاړ سئ. ځکه چي زه هیڅ وخت په دې عقیده نه وم او نه یم چي په پښتو کي د نورو ژبو د لغاتو موجودیت پښتو ژبي ته تاوان رسوي. بلکه زه په دې عقیده یم چي پښتو ژبي ته د پښتنو بې سوادي، بې علمي، بې اتفاقي او له نړۍ والي ترقۍ څخه شاته پاته کېدل تاوان رسوي. هر ملت چي قوي، یو موټی او پرمخ تللی وي، ژبه یې غني او پر مخ تللې وي. د انگلیسي ژبي د غني کولو دپاره هیڅوک کار نه کوي. هغه ژبه په گډه هڅه پخپله پر مخ روانه ده. هیڅ داسي ډله نسته چي له انگلیسي ژبي څخه زاړه او د نورو ژبو لغات وباسي او پر ځای باندي یې نوي او خالص کلمات اختراع کړي. او که چېري څوک دا کار کوي نو هم یې ځکه حق دی چي د انگلیسي ژبو هیوادونو د خلکو  تقریباً ټول مشکلات حل دي. او که د اې� �ان  منورین او پوهان د خپلي ژبي د تصفیه کولو او یا د نویو لغاتو د جوړولو دپاره لستوڼي راغړي نو هم یې ځکه په وس پوره ده چي ډېر زیات مشکلات یې حل کړي دي او اوس د ژبي د انکشاف خبره ورته پاته ده. مگر زه وایم آدم خیره ستا یې د خیره. په موږ هغه کانه کېږي چي وایي  کړې وړې چاره یو آس نسته د� �ې ناله. زه په دې عقیده یم چي که ریشتیا له خپل قام او د هغه له کلتور سره  مینه لرو، نو پرېږده چي یو ځل د خپلي هغي ژبي لیک لوست ورته زده کړو چي مور یې ورښودلې ده. یو ځل یې په خپله اشنا ژبه د لوست� �و او کتاب ویلو سره بلد کړو. بیا به گورو چي څه پېښېږي. اوس خو زموږ باسوادو او په یو څه پوهو خلکو د ژبي د معیا� �ي کولو په نوم په یوه بل پسي توري را اخیستي دي. او د پښتنو په قام کي د قومي انشعاب او بې اتفاقۍ ترڅنگ کلتوري او فرهنگي انشعاب روان دی. دې خطر ته ښایي خلک ډېر په جدي نظر نه گوري، خو زه وایم دا داسي انشعاب دی چي که یې مخه ونه نیوله سي او په دغه سرعت او قهر روان وي آینده تاریکه او غمجنه  ښکا� �ي. موږ د دې پر ځای چي د پښتو ژبي د معیاري کېدلو دپاره‏ (که په دغو اوسنیو شرایطو کي حتمي کار وي‏)‎ علمي او عملي گامونه پورته کړو په لهجو ملنډي وهو او حتي د خپلو وروڼو پښتنو پر لهجو باندي طنزیه نظمونه لیکو. زه دا نه وایم چي دا کار به د پښتو ژبي او پښتون قام د دښمنانو په ټونگ کېږي، خو دونه  په یقین سره ویلای سم چي گټه یې زموږ د قام او کلتور دښمنانو ته رسېږي. پښتو ژبه په داسي ح ال کي ده چي حکومتي سيسټم نه د هغې څخه دفاع کوي او نه یې غم ورسره دی. د ښووني او روزني په برخه کي  توازن  څو چنده د غیر پښتنو په گټه دی. قوم، په نظامي او اقتصادي ساحه کي، هره ورځ کمزوری کېږي او لا د لویي پکتیا، لوی کندهار او لوی ننگرهار نغارې هم ورته وهل کېږي. که دا لوى نوم ومونه يوازي د دې دپاره وي چي سړی په دغو لویو کلتورونو افتخار وکړي او په هره کیسه یې جلا_جلا وویاړي نو دا خو ډېره سمه خبره ده. او که دا لوی نومونه د نوري بې اتفاقۍ اوجلا والي دپاره استعم الېږی، چي له بده مرغه استعمالېږي، نو بیا د اندېښنې خبره ده. پښتو ژبه او پښتون قام دغه گړی دونه مشکلات لري چي د نویو مشکلاتو او ستونزو ایجادول موږ له کاروان څخه وروسته پاته کوی . موږ په هره کوڅه او ناحیه کي دونه زیاتي قومي بې اتفاقۍ لرو چي د نویو بې اتفاقیو دپاره بېخي ځای نسته. موږ لا تر اوسه پوري د غلجي او دراني  زهر لرونکي چیغي کراري کړي نه دي، او لا ورځ په ورځ زور پسي اخلي . او ما په هر مجلس او محفل کي ویلي دي چي که څوک دا چیغي له ناپوهۍ وهي هغه جاهلان دي او که یې شعوري وهي نو هغه خاینان دي . نو راسئ چي د یوې شېبې دپاره پښتو یوه ژبه او پښتون یو قام وبولو او د دغي یوې ژبي او دغه یوه له پښو لوېدلي قام دپاره په گډه کار وکړو. په هر صورت زه به له موضوع څخه لیري نه ځمه دونه به درته ووایم چي تاسي د خپلي ژبي دپاره هغه خدمت کوئ چي په ریشتیا هم  حکومتونو، چي مسولیت یې لري، نه  دی کړی. ستاسي په پاڼه کي پر خبرونو او  رپوټونو برسېره د ځوانو شاعرانو له کلامونو او � �وازونو سره اشنا سوی یم او لا به هم اشنا کېږم. د سیمو په برخه کي مو توپیر نه دی کړی او د ټولو سیمو سیاسي او کلتوري رپوټونه مو یو شان خپاره کړي دي. ماته دا کار د ستایني وړ دی. خدای (ج) مو پر ځوانیو او ښو نیتونو برکت کښېږده. ",په تېرو دوو کلونو کي مي د بېنوا پاڼه تر هري بلي پاڼي زیاته لوستې ده 3575,"کانديد اکاډيميسن م . انور نوميالی"," کانديد اکاډيمېسن محمد انور نوميالی/ ډنمارک د بي بي سي له راډ یوڅخه هغه ادبي یا فرهنګي غـوندي پروګرام، چي هلته د پښتو ویندویانو د خپل ذوق له مخي د پېلوزي یا پېلوځي په نا مه بللى دی،کله نا کله دا سي مطا لب هم خپروي چي د خبرتیا دپاره پــــه اورېدلو ارزي. د روان کال (۲۰۰۶) د مې د میاشتي په ۲۷ نېټه دغه پروګرام د ښا غلي داؤد جــنبــش پــه ویندویي له دې څرګندوني سره راپیل سو چي د ښاغلي امان الله غـ� �زي د څېړني یا پلټني پر بنیاد يې د پښتو او یوناني ژبي ترمنځ د لرغوني خپلوۍ داسي یادونه وکړه چي د پښتو ژبي یا د پښتنو د کام هغي پخوانۍ زمانې ته يې فکر ځغلاوه چي د مسلمانۍ تر راتلو دمخه يې د پښتونخوا له پراخي ورشو سره اړه درلوده. ښاغلي جنبش د خپلو معلوما تو له مخي اورېدونکو ته داسي وښووله چي دا هغه لومړی نوی څرک دی چي د پښتو او یوناني ژبي د اشتراک په اړه د ښا غلي غـــلز ي په څېړنه کي را سربېره سوي دي.  ما که څه هم تردې آ نه د غلزي صاحب کومه پلټنه یا څېړنه په دې با ب چيري نه ده لید لې او نه هم په دې پوهېږم چي آیا د دغي موضوع د ثبوت دپاره به يې د ژبپوهني یا کلتوري توکم - پوهني له پلوه خپل تا ریخي دستاویزونه راغونډ کړي وي او که به يې د ځینو صوتي او لفظي شبا هتونو په رڼا کي همدې لرغونیز اشتراک ته خپل علمي پام اړولی وي. خو په هرحا ل د ده کا ر او زیار ته په د رنه سترګه ګورم او په دې ترڅ کي غواړم زما یو � �مېر نیمګړي معلومات له هغو علاقمندانو سره شریک کړم چي په دغه نوې پلټنه کي د تاریخي بهیر له رښتینو حقا ی� �وسره زیا ته مینه لري.  د نن ورځي په روا نوشرا یطو کي زیا تره داسي لیکني ما ته په مخه راځي چي د پښتنو د ایتنیکي هـــویت یا کلتوري ما هیت پرمبا د یو باندي د یوې یا بلي سويې بېلا بېل لیکوالان په یوه یا بل منظور خپلي راسته او چپه قلم فرسایۍ کوي. خو د دوی لیکني د غایې او نتیجې په حساب اکثره د سیاسي لانجو او جنجالو تر فشا ر لاندي یوې او بلي خواته په انحراف کي ډ وبېږي. د دې دپاره چي د پښتو او یوناني ژبي تر منځ د اشتراک نا آشنا پدیده د نورو تا ریخي مسایلو په څېر د روانو سیا سي ا نحرافا تو ښکار نسي نو با ید علمي وګړو ته دا خبره څرګنده سي چي د دغه لرغوني اشتراک یادونه د لومړي ځل دپاره م ا د هغه انګرېز مـــســتشر ق په اثر کي لوستې ده چي""هینري والټر بیلیو"" نومېږي. نوموړی مـستشرق یا ختیځ پوه په خپله هغه رسا له کي چي""د افغانستان د ایتنوګرافۍ په باب یوه پلټنه نومېږي"" او لومړی ځل په ۱۸۹۱-م کا ل کي واردوا� �ه خپره سوې ده، پوره یو سل او پنځلس کلونه پخوا په بشپړ صراحت سره دا سي کاږي: پښتو ترجمه ""د دې پلټني په بهیر کي مي د نورو پېژندونو ترڅنګ ځیني اوسنۍ قبیلې چي همدا ګړی په افغا نستان کي اوسي، د هغو یونانیانو د اولادې د څرګندونکو په څـېر پېژندلي دي چي په لرغونې زما نه کي يې پر دې ملک باندي حکومت کاوه. خو دا وخت مي نه دی موندلی چي پر دغه موضوع په دونه زیات تفصیل وږغېږم لکه څ ونه چي په ارزي. البته زه باید دلته دا ووایم چي د دغو یوناني الاصله قبیلو په باب په دې پلټنه کي درج سوي ک� �فیات داسي نه دي چي د همدغه بې تفصیله بیان په دلیل نو بې له درنګه تردید سي. ځکه په دې باب که چیري زما د پېژندونو د صحت په اثبا ت کي د دلیل په توګه کوم شي ته ضرورت سي نو دا خبره تر بل هر شي یو قاطع شاهد ګڼل کېدای سي چي د هغي ژبي لغات چي همدا نن ورځ افغاني وګړي د خپلي بومي لهجې په څېر خبري په کوي تر نیمي اندازې لږ یاډېر _ بلکي لا ډېر تر لږ - هغه یوناني کلمات دي چي یا يې لومړنی شکل نه دی بدل سوی او یا که بدل سوی هم وي نو بدلون يې دونه جز يې دى چي اصل يې په آسانۍ سره پېژندل کېدای سي"" English original text ""In the course of the inquiry, I have, amongst other identifications, identified certain tribes now inhabiting  Afghanistan as the representatives of the posterity of the Greeks who anciently ruled in the country. But I have not had time to enter into this subject as largely as it deserves; though I may here state that the discoveries recorded in this Inquiry regarding these tribes of Greek descent are not for that reason to be rejected off-hand. Because, if anything is required by way of proof to substantiate the accuracy of my identifications in this connection, no evidence could be more conclusive than the fact, that the vocabulary of language they at this day speak as their vernacular dialect is to the extent of one half, more or less-more rather than less- either unaltered Greek or Greek changed so little from the original as to be easily recognizable"" Refer to: An Inquiry into the Ethnography of Afghanistan by H. W. Bellew 1891",له یوناني ژبي سره دپښتوخپلوي (محمدانور نوميالی) 3576,ميرويس جلالزې,"   دا خبره د روسيه د بهرنيو چارو وزير سرګي ايوانوف په يوه خبري غونډه کي په مسکو کي څرګنده کړه. ايوانوف وويل چې روسيه هڅه کوى تر څو له ا روپايي ټولني سره په هم غږي کې د افغانستان د مخدره توکو له قاچاق وړونکو او د هغو د هيروينو له پنډو ځانونه وساتي . د ايوانوف دا څرګندوني په داسي حال کي خپري شوي چي د ملګرو ملتو سازمان د رپوټو پر بنسټ د نړي ٩٠ فيصده مخدره توکي په افغانستان کې توليديږئ . ",افغانستان د مخدره توکو په فابريکه د بدليدو په حال کي ده 3577,"مي� �ويس جلالزې"," د زابل ولايت پوليس وايې د ا کسان يې د يو لړ استخباراتي معلوماتو له مخي وروسته له هغه ونيول چي د هغوي دوو ملګرو تيره اوني د کلات ښار په دننه کې خپل له بمونو ډک موټر والوزول. چارواکي وايي ٢٠ تنه پاکستاني وګړي چي ويل کيږي د ورانکارو بريدو لپاره افغانستان ته له سويلي پولو را ننوتي تر اوسه پوليس يوازي په دي توانيدلي چي ٢ تنه يي ونيسي او دوو نورو يي په يو بريد کي خپل ژوندونه له لاس ورکړي او پاتي ١٦ تنه تر اوسه هم تري تم دي. پاکستان په وار وار استدلال کړي چي د دوي هيڅ يو وګړي په افغانستان کي د ورانکارو بريدو تر شا لاس نلري. ",دوه ورانکاري پاکستانيان ونيول شول 3578,ميرويس جلالزي," د شمالي اتلانتيک تړون مشر يوپ ديهوپ شيفر د پنجشنبي په ورځ هالندي ديپلومات (دن ايورست) د حکمت چتين پر ځاي وګماره . نوموړي ته دننده سپارل شوي چي د افغانستان د دولت او د دي تړون تر څنګ به له ملګرو ملتونو او نورو ادارو سره هم اړيکي ټينګي وساتې.   ",ناتو د افغانستان لپاره نوي ملکي استازى وټاکل 3579,ميرويس جلالزي," دا پيښه د پنجشنبئ په ورځ هغه مهال رامنځ ته � �وه کله چي يو مسافر وړونکي بس موټر د کابل ښار په ختيځ کي د ناتو ځواکو تر بريد لاندي راغي . د موټر چلونکي غوث وويل کله چي د دوي موټر د ناتو د ځواکو د موټرو تر څنګ روان وو او ځواکو ورته د ودريدا خبر داري ورکړ دوي م وټر وندراوه او ناڅاپه پري د ماشيندار ډزي وشوي. په دي بريد کي د غوث په وينا ٦ تنه ژوبل شوي دي خو ام نيتي مقامات يوازي د يو تن د ټپي کيدو خبر مني. په کا بل کي د ناتو ځواکو وياند هم د پيښي پخلي وکړ. دا بًريد په داسي حال کې رامنځ ته کيږي چې د غبرګولي د مياشتي په  اتمه د امريکايي ځواکو د کاروان د ټکر څ خه وروسته  چي په لسګونو تنه پکي ووژل شول د کابل ښِار د سترو بلواګانو ميلمه شو . ",ناتو ځواکو د افغان مسافرو ويني تويي کړى 3580,ميرويس جلالزې," اسامه بن لاډن چي يو نوي پيغام يي په يوه اسلامي ويب پانه د جمعي په ورځ پر ليکه شوي له لوي خداي څخه يي غوښتي تر څو په  عراق کي د القاعدي د ډلي وژل شوي مشر ابو معصب الزرقاوي ته د شهادت درجه ورکړي. هغه د امريکي ولسمشر بو ش ته په خطاب کي ويلي چي هغه دي د زرقاوي په مړينه نه خوشهاليږي ځکه په عراق کي د القاعدي مشري له يو زمري څخه بل زمري ته سپارل شوي ده. بن لادن په دي غږيز پيغام کي ټينګار کړي چي د دوي وفا داران به په  عراق ، افغانستان ، سوډان او سوماليا کي تر هغه جګړه کوي تر څو چي ټول امريکايان له ماتي سره نه وي مخ شوي او خپلو هيوادو ته نه وي ستانه شوې. د دي غږيز پيغام دا سپيناوي تر اوسه چا ندي کړي چي ايا دا غږ د بن لاډن دي او که د کوم بل کس خو د امريکا د استخبا� �اتي اداري ځيني شنونکو دا ويل چي کيداي شي دا غږ د القاعد شبکي د مشر وي. ",د اسامه بن لادن نوﺉ پيغام په ږغ کي خپور سوی 3581,ميرويس جلالزې," دا ټکي په افغانستان کې د ام� �يکايي ځواکونو ستر قوماندان جنرال کرل ا کن بيري په امريکا کي د قانون پوهانو په يوه غونډه کې څرګند کړ. جنرال بيري وويل  طالب اورپکي هيڅ کله د کورنيو او بهرنيو ځواکو په وړاندي په خپله خاوره کي فعاليت نه کوي او لکه څنګه چي ښکاري هغوي د افغانستان په خاوره کې په ورانکارو بريدونو لاس پوري کوي. دامريکايي ځواکو د دي قوماندان له څرګندوني سره سم افغان کارپوهان په دي باور دي چي کيداي شي د امريکايي ځواکونو عمليات دافغانستان له پولو آه خوا د پاکستان سرحدي سيمو ته هم ور ورسيږئ. خو پاکستاني او امريکايي مامورينو په  دي اړه تر اوسه څه ندي ويلي. ",طالب جنګيالي د پاکستان په خاوره کي عمليات نه کوي 3582,," چارواكي وايي چي د كابل په هوايي ډګر كي يې دوې ښځي له ۱۴ كيلوګرامه هيروئينو سره نيولي دي، د كابل د هوايي ډګر كومندان جنرال امين الله امرخېل رسنيو ته وويل چي دا ښځي افغاناني دي خو پاسپورټونه يې جعلي دي. د ده په وينا هغوى غوښتل هي� �وئين لومړى د هند پلازمېنې ډيلي ته او له هغه ځايه لوېديځو هيوادو ته يوسي. نوموړي دا هم وويل چي په نړيوال بازار كي د دې هېروينو ارزښت دوه نيم ميليون ډالره اټكل سوى دى. ",په كابل كي ښځينه قاچاق وړونكي نيول سوي 3583,فريده هوډ سيفي," زه ځان د نظر خاوند نه بولم خو د هغه چا په توګه چې هر کله د انترنت پاڼې اړوم نو خامخا بينوا سره همنوا کيږ م همدمره وايم چې بينوا دډيرو هغو پښتنو دزړونو ټکور دي چې په خپله ژبه د نويو معلوماتو ليواله دي دبينوا د ويب پانې  ډير درنو چلونکو ته : زه ځان د نظر خاوند نه بولم خو د هغه چا په توګه چې  هر کله د انترنت پاڼې اړوم نو خامخا بينوا سره همنوا کيږ م همدمره وايم چې بينوا دډيرو هغو پښتنو دزړونو ټکور دي چې په خپله ژبه د نويو معلوماتو ليواله دي . بينوا تر � �يره بريده دا کار تر سره کوي او ډير ښه يي تر سره کوي . ټولو هغو کسانو ته  چې د بينوا د ويب پاڼي په جوړولو کې په کار لګيا دي وايم پر  لاسونو مو برکت ..   هيله منه يم چې زه هم  دبينوا د خير د کاروان سره شم او ژمنه کوم چې ځيني روغتيايي معلومات او د شعرونه ديکلمي در استوم . په ډيره مينه او درنښت فريده هوډ سيفي د ازادې  راډيو پراګ ",بينوا دډيرو هغو پښتنو دزړونو ټکور دي 3584,غلام جيلانى ځواك," د پښتون غنى اى زم ا وطنه د لالونو خزانى زما او د بينوا څو چې دا ځمكه آسمان وى وطن سره د ليونى مينى دوه داسى شهكاره دي چې سارى يى د نړي په كومه ژبه كې شته او نه به پيدا شي. د بينوا ويب پاڼه هم چې د بينوا وياړلى نوم سره يى پيوند موندلى څو چې دا ځمكه آسمان ويڅوچـې دا جهان ودان ويڅو ژوند په دى جـهان ويڅو چې پاتى يو افـغان ويتل به دا افـغانـستان وي د بينوا ويب پاڼى دويمه كليزه د بينوا ويب پاڼې كاركوونكو او په دى توګه په ټوله نړى كې ميشته افغانانو ته مبارك وايم.ددى ويب پاڼې خو همدا وياړ بس دى چى د بينوا په وياړلي نوم نومول شوى.د پښتون غنى  اى زما وطنه د لالونو خزانى زما او د بينوا څو چې دا ځمكه آسمان وى  وطن سره د ليونى مينى دوه داسى  شهكاره دي چې سارى يى د نړي په كومه ژبه كې شته او نه به پيدا شي. د بينوا ويب پاڼه هم چې د بينوا وياړلى نوم سره يى پيوند موندلى په پښتو ويب پاڼو كى يوه غوره ويب پاڼه ده، او په يقين سره  د پښتو ژبى لپاره يى يو ستر خدمت بللى شو. ددى ويب پاڼې د لا بريالتوبونو په هيله يو وړانديز لرم او هغه دا چى كه دا ويب پاڼه د ورځې د تودو پيښو او مسئلو  په هكله د نظر غوښتنى يوه برخه ولرى دا به دملى مسئلو په هكله د افغانانو ترمنځ د تفاهم د پيدا كولو يوه ښه هڅه وى ، بله دا چى دا ويب پاڼه بايد هڅه وكړى ترڅو لر و بر افغانانو ته يو شان پاملرنه وشى او ستونزى يى په يو شان دى پاڼه كې مطرح شى دا كار به د كرښى دواړه خوا افغانان سره نور هم نژدى كړى .  ددى ورځى په هيله چې د  لرو بر افغانانو ترمنځ د بيلتون داكرښه چورلټه له منځه ولاړه شى.په درنښتغلام جيلانى ځواك ",څو چې دا ځمكه آسمان وي 3585,"نجيب عامر"," په تېريو کال کې بينوا نوي ملګري پيدا کړل ، نوي موضوعات يې خپاره کړل او هره ورځ يې نوي خب� �ونه دپاڼې دمينه والو مخې ته کېښودل – په جادوګر غږونو کې يې دډېرو شاعرانوخوندور کلامونه دموسيقۍ سره نور هم ښايسته کړل يو کال بل هم تېر شو او بينوا ويب پاڼې دغه کال هم په برۍ تير کړلو ،په تې� �يو کال کې بينوا نوي ملګري پيدا کړل ، نوي موضوعات يې خپاره کړل او هره ورځ يې نوي خبرونه دپاڼې دمينه والو مخې ته کېښودل – په جادوګر غږونو کې يې دډېرو شاعرانوخوندور کلامونه دموسيقۍ سره نور هم ښايسته کړل او دسندرو يو غور چاڼ يې هم لوستونکيو ته وړاندې کړ ددې باوجود هم که دوى ځان بېنوا بلي نو دا ددوى خاکساري ده کنه والله چې دوى په هر څه شته من دي .دبېنوا د خبرونو د ښه والي يوه بيلګه داده چې اوس ديو خبري اژانس په څير د ورځپاڼو پر مخ ددوى خبرونه دبينوا په لوګو (نوم) سره خپريږي . دلته دپېښور نه خپريدونکې وحدت ورځ پاڼه هره ورځ د بينوا خبرونه د بينوا په نامه خپروي .زه باور لرم چې د بينوا راروان کال به له دې نه هم بريمن وي ځکه چې ترشا يې د ډېرو ښو ځوانانو لاس دى ، زه هغو شا زلميو او ننګياليو پيغلو ته هم داد ورکوم چې د بينوا پاڼه په خپلو ليکنو ښايسته ساتي . دبينوا دکاميابۍ ديو بل پرتمين پړاو په هيله . نجيب  عامر ",دبېنوا کليزه 3586,"ډاکټر � �طيف بهاند - ماسکو"," تر هغه نه وروسته،غواړم ستاسو ځوانواوتنکيوهيلوته،ستاسو نه تمامېدونکو او سپيڅلوهلوځلو ته او په خپله تاسو او ستاسو هڅو ته د درناوى او مبارک په نامه سر ټيټ کړم . د بېنوا د ويبپاڼې ښاغلو او درنو چلوونکو! تر هر څه دمخه ستاسو د ويبپاڼې بختورې او وياړمنې کاليزې ته د زړه له کومې مبارکي ، ښې هيلې  او د گلو باران درلېږم. تر هغه نه وروسته،غواړم ستاسو ځوانواوتنکيوهيلوته،ستاسو نه تمامېدونکو او سپيڅلوهلوځلو ته او په خپله تاسو او ستاسو هڅو ته د درناوى او م بارک په نامه سر ټيټ کړم . د بېنوا د ويبپانې،شازلمو ! په داسې حال کې چې له پاک ربه ستاسو د  روغتيا، نيکمرغۍ  او برياليتوب هيله لرم ،ستاسو په نه تمامېدونکي او سپيڅلوهلو ځلو وياړم  او دهغو درمند درمند ثمر ته په طمعه يم. زما فاضل او مشر استاد علامه پوهاند عبدالحى حبيبي  به ويل : په پښتني ټولنه کې مطبوعات ځکه اوږد تاريخ نه لري چې په هغې کې ليک لوست لا دود شوى نه دى . دهمدې خبره په دوام او زموږ د ټولنې اوسني ټولنيز جوړښت په پام کې نيولو سره،کولای شو د نوميالي شاعر سليمان لايق دا شعر لا تراوسه هم د زړونو تارونه رېږدوي، چې � �يکلي يې و:   لا کيږدۍ،هغه کيږدۍ دي چي په هېرې سل پېړۍ دي پېڅول لا د وزغنو،د کوچۍ لاهغه خونه هماغه ټولې دنيا ته شا،هماغه توره او توپک،هماغه تربرگلوي او هماغه خپلې(( نه منم )) ته ناست. که څه هم اوس ټوله نړۍ سره له خپلو ټولو ښو نيتونوسره  نن راغلي او دوی سره ولاړه دی،خو د خوشال بابا شعر او دهغه معنى  لا په دې اړه په خپل قوت پاتې ده چې ويلي يې و: واړه خلق د خوشحال په پت ولاړ دي بخته تا له کومه لوريه راحضور کړم   اې دخپلې ټولنې د راويښېدو ارمانجنو! د هغو خلکو منځ ته چې لاتر اوسه هم وخت د لمر په سيوري ټاکي، هغو خلکو ته چې اوس هم له خوبه يا په چرنگ بانگ يا د ډزو په شرو شور راويښېږي، هغو خلکو لپاره چې اوس هم خبرتيا د چغې په ډول، د پېښو په ډول،د واده په ډول او د نوغي په ډول خپروي دننني ژوند او نوي تمدن نښې راوړل او هغو سره د هغو رږدي کول به د روسي د نولسمې پېړۍ دستر ليکوال داستايوفسکې خبره له اسمانه ځمکې ته د برجونو جوړول وي. گرانو تاسو د همداسې يوه برج د جوړلو تکل کړي دي،خو د حيرانتيا خبره په دې کې ده چې ستاسو وداني جوړېږي،نه يوازې جوړېږي بلکې ورځ  تر ورځې هغه کوډگره ښکلا پيدا کوي. تاسو د بېنوا ويبپانې شازلمو په داسې يوه تاريخي شېبه کې ،په داسې ترږمو کې يوه وړه � �يوه ولگوله چې ستاسو کور کلي،ستاسو ښارونه،ستاسو مېنه او ستاسو ارمانونه د تيارو په تورومنگلو کې راښکیل شوي وو،تاسو هغه وخت تاسو کارته مټې راونغاړلي چې دښکلو کلمو  مقاومت او ازادۍ گټلو تر  نامه لاندې يوې ډلې تالانگرو شوکمارواو دهغو يارانو ستاسو دهستۍ نابودۍ  ته  دناولو او په زهرو لړلو تبليغاتو او بدنامي داسې ماشين درولي وچې تولې نړ ۍ ته يې دخپ� �و ښو او نور ټول ملت د بدنامولو او لړلو ډنډورې غږولې. اوس قافلې دې بې خطره درومي موږ يې په � �اره مشالونه کېښوه برى مو په برخه او ويبپاڼه مو د ښک� �اوو کوربه اوسه   دوکتور لطيف بهاند ۳۰- ۶۰۲۰۰۶ مسکو   ",برى مو په برخه او ويبپاڼه مو د ښکلاوو کوربه اوسه 3587,کانديد اکاډيمېسن محمد انور نوميالی," کانديد اکاډيمېسن محمد انور نوميالی/ ډنمارک د بي بي سي له راډ یوڅخه هغه ادبي یا فرهنګي غـوندي پروګرام، چي هلته د پښتو ویندویانو د خپل ذوق له مخي د پېلوزي یا پېلوځي په نا مه بللى دی،کله نا کله دا سي مطا لب هم خپروي چي د خبرتیا دپاره پــــه اورېدلو ارزي. د روان کال (2006) د مې د م یاشتي په ۲۷ نېټه دغه پروګرام د ښا غلي داؤد جــنبــش پــه ویندویي له دې څرګندوني سره راپیل سو چي د ښاغلي ام ان الله غـلزي د څېړني یا پلټني پر بنیاد يې د پښتو او یوناني ژبي ترمنځ د لرغوني خپلوۍ داسي یادونه وکړه چي د پښتو ژبي یا د پښتنو د کام هغي پخوانۍ زمانې ته يې فکر ځغلاوه چي د مسلمانۍ تر راتلو دمخه يې د پښتونخوا له پراخي ورشو سره اړه درلوده. ښاغلي جنبش د خپلو معلوما تو له مخي اورېدونکو ته داسي وښووله چي دا هغه لومړی نوی څرک دی چي د پښتو او یوناني ژبي د اشتراک په اړه د ښا غلي غـــلز ي په څېړنه کي را سربېره سوي دي.  ما که څه هم تردې آ نه د غلزي صاحب کومه پلټنه یا څېړنه په دې با ب چيري نه ده لید لې او نه هم په دې پوهېږم چي آیا د دغي موضوع د ثبوت دپاره به يې د ژبپوهني یا کلتوري توکم - پوهني له پلوه خپل تا ریخي دستاویزونه راغونډ کړي وي او که به يې د ځینو صوتي او لفظي شبا هتونو په رڼا کي همدې � �رغونیز اشتراک ته خپل علمي پام اړولی وي. خو په هرحا ل د ده کا ر او زیار ته په د رنه سترګه ګورم او په دې ترڅ کي غواړم زما یو شمېر نیمګړي معلومات له هغو علاقمندانو سره شریک کړم چي په دغه نوې پلټنه کي د تاریخي بهیر له � �ښتینو حقا یقوسره زیا ته مینه لري.  د نن ورځي په روا نوشرا یطو کي زیا تره داسي لیکني ما ته په مخه راځي چي د پښتنو د ایتنیکي هـــویت یا کلتوري ما هیت پرمبا د یو باندي د یوې یا بلي سويې بېلا بېل لیکوالان په یوه یا بل منظور خپلي راسته او چپه قلم فرسایۍ کوي. خو د دوی لیکني د غایې او نتیجې په حساب اکثره د سیاسي لانجو او جنجالو تر فشا ر لاندي یوې او بلي خواته په انحراف کي ډ وبېږي. د دې دپاره چي د پښتو او یوناني ژبي تر منځ د اشتراک نا آشنا پدیده د نورو تا ریخي مسایلو په څېر د روانو سیا سي ا نحرافا تو ښکار نسي نو با ید علمي وګړو ته دا خبره څرګنده سي چي د دغه لرغوني اشتراک یادونه د لومړي ځل دپاره ما د هغه انګرېز مـــســتشر ق په اثر کي لوستې ده چي""هینري والټر بیلیو"" نومېږي. نوموړی مـستشرق یا ختیځ پوه په خپله هغه رسا له کي چي""د افغانستان د ایتنوګرافۍ په باب یوه پلټنه نومېږي"" او لومړی ځل په ۱۸۹۱-م کا ل کي واردواره خپره سوې ده، پوره یو سل او پنځلس کلونه پخوا په بشپړ صراحت سره دا سي کاږي: پښتو ترجمه ""د دې پلټني په بهیر کي مي د نورو پېژندونو ترڅنګ ځیني اوسنۍ قبیلې چي همدا ګړی په افغا نستان کي اوسي، د هغو یونانیانو د اولادې د څرګندونکو په څـېر پېژندلي دي چي په لرغونې زما نه کي يې پر دې ملک باندي حکومت کاوه. خو دا وخت مي نه دی موندلی چي پر دغه موضوع په دونه زیات تفصیل وږغېږم لکه څونه چي په ارزي. البته زه باید دلته دا ووایم چي د دغو یوناني الاصله قبیلو په باب په دې پلټنه کي درج سوي کشفیات داسي نه دي چي د همدغه بې تفصیله بیان په دلیل نو بې له درنګه تردید سي. ځکه په دې باب که چیري زما د پېژندونو د صحت په اثبا ت کي د دلیل په توګه کوم شي ته ضرورت سي نو دا خبره تر بل هر شي یو قاطع شاهد ګڼل کېدای سي چي د هغي ژبي لغات چي همدا نن ورځ افغاني وګړي د خپلي بومي لهجې په څېر خبري په کوي تر نیمي اندازې لږ یاډېر _ بلکي لا ډېر تر لږ - هغه یوناني کلمات دي چي یا يې لومړنی شکل نه دی بدل سوی او یا که بدل سوی هم وي نو بدلون يې دونه جز يې دى چي اصل يې په آسانۍ سره پېژندل کېدای سي"" English original text   ""In the course of the inquiry, I have, amongst otheridentifications, identified certain tribes now inhabitingAfghanistan as the representatives of the posterity of the Greeks who anciently ruled in the country. But I have not had time to enter into this subject as largely as it deserves;though I may here state that the discoveries recorded in this Inquiry regarding these tribes of Greek descent are not for thatreason to be rejected off-hand. Because, if anything is requiredby way of proof to substantiate the accuracy of my identifications in this connection, no evidence could be moreconclusive than the fact, that the vocabulary of language they at this day speak as their vernacular dialect is to the extent of one half, more or less-more rather than less- either unaltered Greekor Greek changed so little from the original as to be easily recognizable"" Refer to: An Inquiry into the Ethnography of Afghanistanby H. W. Bellew 1891 له دې بیانه سره جوخت دا یادونه هم بې ځایه نه راته اېسي چي نوموړی اثر مي څه د پا سه دوو� �س کا له وړاندي له انګرېزي څخه پښتو ته را اړولی دی. زما د تر جمې ځیني لږ برخي د""لیمه""  م جلې د ۹۹۹۱-م کال د ۱۲ ګڼې٬ د ۲۰۰۰-م کال د ۱۳٬۱۴ او۱۵ ګڼې په پا ڼو کي تیت او پرک خپرې سوي دي. خو زما په لاس یوه لیکلې کا پي مي د تیري پېړۍ په وروستیو کلونوکي ښا غلي معصوم هوتک ته هم ور لېږلې وه. زما اصلي کا پي اوس دا ګړی د ښاغلی ډاکټرشېر حسن په کا غذو کي له څیرېدو او ورکېدو څخه خوندي سوې ده. د بيلیو په څېړنو کي خو را جا لب ټکي لیده کېږی. هغه نه یوازي د پښتنو او یونانیانو تر منځ د ژبنۍ خپ� �وۍ بیانونه کوي بلکي د خېلونو او قبیلو زیاتره پښتني نومونه هم دا رنګه د یوناني قبېلو او را جپوتي خېلونو له نومونو سره پیوندوي. د تاریخي فاکتونو له مخي داسي زیات شواهد لاس ته را تلای سي چي زموږ د ګڼو ولسونو پر لر غونې سابقه باندي پوره رڼا اچوي. ځکه زموږ د خلګو په باب د هېرودوت مستندي یادوني، آریانا ته د سکندر راتګ، په سیمه کي د یوناني هنر غوړېده، د یوناني لیک کتیبې،بودیزم ته د یونانیانو رجوع او داسي نور ګڼ موارد ټوله هغه عیني منا بع دي چي  تر مسلمانۍ دمخه زموږ د مشترک تا ریخ پر هنري او کلتوري خصوصیاتو با ندي څر ګند د لالتونه � �ري. دا ليکنه لمړﺉ ځل په بېنوا ويبپاڼه کي خپره سوې ده ، د کاپي کولو حق يې له بېنوا ويبپاڼي سره دﺉ . . . ",له یونا ني ژبي سره د پښتوخپلوي 3588,احمدشا هوتکي - کاناډا," "" یو مضمون چې لومړی کوم بل سایټ خپور کړی وی دلته یې دوهم ځلی خپریدنه( په تیره بیا دا چې پر عین مهال په دواړو سایټونو کې موجود وی) لوستونکي او مینه وال دیغوي او بل دا چې د بېنوا پاڼې نوښت یا لومړیتوب درجه متاثره کوی"" دبېنوا د ښکلي ویب پاڼې محترمو چلونکو! ښاغلي خالد جان هادی او عبدالله جان احسان اسلام علیکم، خدای (ج) مو روغ ، خوښ او سرلوړي لر ه  .   دبېنوا د ملي ویب پاڼې د دوه کلني کیدو په مناسبت خپل د زړه له کومي مبارکۍ ددې  ویب پانې چلونکو ته وایم او ددې مؤفقې ویب پاڼې نور بریالیتوب هم د لوی خدای له درباره غواړم  .  تر هغه ځایه چې عملاْ مشاهده سوې او هر څوک یې هم منی د بېنوا ښکلي ویب پاڼې په تیرو دوو کالو کې خورا لوی فرهنګي، تربیوی، ژورنالیستي او ښوونیز خدمتونه کړي  چې د پوره ستاینې او منني وړ دی  .  دغې ویب پاڼې افغاني ژورنالیزم ته په عام ډول او پښتو ژورنالیزم ته په خاص ډول ښه رونق ورکړيدي اوپدې برخه کې یې ستره ونډه اخیستې ده  .   تر هغه ځایه چې ددې فعالې ویب پاڼې په بیلا بیلو ب� �خو  پورې اړه لری نو کیداې سی ووایو چې دا د پښتو ژبې لومړنی فعال ویب  سایت دی چې وخت پر وخت خپل مطالب نوی کوی او خبرونه خویې حتې د بي بي سي د پښتو تر پروګرام لا هم ډیر وړاندې دی یعنې دا چې وخت پر وخت تازه پيښې او نوي انکشافات خپلو لوستونکو او لیدونکو ته تقدیموي او پدې هکله د خپلو م ینه والو تنده ورماتوي چې دا څه آسانه کار ندی .    د بېنوا د ملي ویب پاڼې ټولې برخې د بشپړ ستاینې وړ دی. د تازه خبرونو په راغونډولو او وړاندې کولو کې ددې برخې د چلوونکو او تهیه کونکو زیار د زیاتې مننې وړ دی ځکه هغوي خورا ژر ژر تازه پيښې مینه والو ته تقدیموی او دغو هلو ځلو او عملي خدمت خورا ګڼ شمیر افغانان مجبور کړی چې ضرور د ورځې یو یا دوه ځله ان درې څلور ځله د بېنوا ویب پاڼې ښکلي کړکۍ پر خپلو م خونو ور خلاصه (  Click) کړی تر څو تازه خبرونه ولولي.   خو تر هغه ځایه چې په علمي او تحلیلي مطالبو یا   پام وړکرښي     پورې اړه لری دا مواد د اوږدې مودې لپاره همداسې پاته وي چې کیداې سی د نوو لیکنو په تهیه  او راغونډولو سره دا برخې هم پر خپل وخت تازه (  Up to Date)کړاې سی تر څو په دوو هفتو کې د پنځو شپږو لیکنو پر ځاي لس - دوولس مطالب او لیکني راسی او مینه وال نور هم مصروف او خوښ وساتل سی.  بل دوستانه وړاندیز دا دی چې که هڅه وسی د نورو سایټونو مطالب او مواد را نقل نسی بهتره به وي ځکه یو مضمون چې لومړی کوم بل سایټ خپور کړی وی دلته یې دوهم ځلی خپریدنه( په تی� �ه بیا دا چې پر عین مهال په دواړو سایټونو کې موجود وی) لوستونکي او مینه وال دیغوي او بل دا چې د بېنوا پاڼې نوښت یا لومړیتوب درجه متاثره کوی دا ځکه چې اوس کمپیو ټری عصر دی خلک د یو سایټ څخه ژر  ژر بل سايت ته ځی او د خپلې خوښی مطلب هر ځای چې وي ډير ژر پیدا کوی او هغه لولي نو ځکه د نورو سایټونو څخه د � �انقل سوو مقالو تکرار د بېنوا د ملي پاڼې د پرمختګ د بهیر ګړندیتوب یو څه ورکموي او برعکس د لومړي  ( یعني  خپرونکی ) سایټ   اثر ډیروی. په لنډه توګه ویلې سم چې بېنوا ویب پاڼې د دوو کالو کې د شلو کالو په اندازه خدمت کړی  دی نو ځکه د (  ۲) مخته یو صفر ورکولاې سو یعنی ( ۲۰ )  .  دا چې بېنوا ویب پاڼې د افغانستان د نوساني وضعیت په هکله د هر چا پر طبیعت برابر مواد او لیکني ت� �دیموی دا د ډیرې خوښۍ څه چې د ديرې ویاړنې خای دی او هیله ده چې دا ملي ویب پاڼه د ټولو افغانانو  زړونه همداسې خوښ وساتي لکه په تیرو دوو کالو کې چې ساتلې دی .   په پای کې د بېنوا د محبوب القلوب سایټ د دوه کلن کیدو مبارکی یو ځل بیا هم تکرارم   .   په  درنښت   په کاناډا کې د افغان رسالې/ افغان پوست  د م سوول مدیر احمدشاه هوتکي     ",دبینوا ویب پاڼي دوهمه کلیزه دي نېکمرغه وي 3589,خيال محمد کټوازﺉ - هالنډ," دبېنوا ویب پاڼه چې دتصادف له مخې یې نوم له پاڼې سره برابرشوی دی په اصل کې دادراډیویي،تلوېزیوني اوچاپي رنګارنګ خپرونوهغه شتمنه خزانه ده چې په هغه کې دپښتنوپه تېره بیا دپښتوژبې لپاره، دخپرونوداسې درنې پانګې شته چې دبېنوا ویب پاڼه چې دتصادف له مخې یې نوم له پاڼې سره ب� �ابرشوی دی په اصل کې دادراډیویي،تلوېزیوني اوچاپي رنګارنګ خپرونوهغه شتمنه خزانه ده چې په هغه کې دپښتنوپه تېره بیا دپښتوژبې لپاره، دخپرونوداسې درنې پانګې شته چې دعلاقه لرونکو بې ټکه اوبې کچې اړتیاوې پوره کولای شي . دبېنوا ویب پاڼه د رنګارنګ ګ� �ونو،غوټیواوپاڼوداسې یوه رنګینه ګېډۍ ده چې زړونو ته وږمې او ولولې او سترګوته خوندونه او رنګونه وروېښي  . دبېنوا ویب پاڼه دخپرونو هغه ونه ده چې ساینس اومذهب، هنراوادب راپوراوم طلب،کتابونه دریابونه،خبرونه اعلانونه،څېرې اومجلې یې هغه زرغونې او زرینې څانګې دې چې دپښتو ژبې بڼ اوګلشن یې ښکلی کړی هغه یې سمسور کړی او ځلولی دی په تېره بیادورځنیوپېښواوخبرونو اوهمدارازدهنر او ادبیاتوڅانګې یې دومره ګټورې او خوندورې دي چې ډېرزیات پښتانه یې دنړۍ په هرګوټ کې لګیااو خوښ ساتلې دي  . زه دبېنوا ښکلې اوګټورې ویب پاڼي دیوه دایمي کتونکې لوستونکې او اورېدونکې په څېرددې کارکونکوپه تېره بیاځوان لیکوال اوژورنالست خالد جان هادي چي ددې ويبپاڼي تخنيکي چاري تنظيموي او دحقمل صاحب په ګډون نورو همکارانو ته چې ددې پاڼې زیاته ونډه يې په غاړه اخستې  دبېنوادویب پاڼې ددوهمې کلیزې درارسېدلوپه ویاړ دزړه له کومې مبارکي وایم اوله لوی څښتن څخه  بریالیتوبونه اونېکمرغي درته غواړم    په ډېره درناوۍ ستاسې خواخوږی   خیال محمدکټوازی ۲۸-۰۶-۲۰۰۶ هالنډ     ",دبېنواد ویب پاڼې پیاوړوچلونکو ته ښې هیلې اومبارکي وړاندې کوم 3590,زرين انځور - جرمني," د بېنوا دويمه کاليزه دې بختوره وي . تاسو په تېرو دوو کلونو کې د يوې اغېزمنې برېښنايي رسنۍ (( ميډيا)) په توګه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي .  د بېنوا ويبپاڼې د� �نو چلوونکو ، ګرانو دوستانو ، د بېنوا دويمه کاليزه دې بختوره وي . تاسو په تېرو دوو کلونو کې د يوې اغېزمنې برېښنايي رسنۍ (( ميډيا)) په توګه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي . بېنوا داسې يوه پاڼه ده چې له يوې خوا مو د وطن له نويو او تازه حالاتو خبروي ، له بلې خوا د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د افغانانو له ک� �توري هلو ځلو ، منډو ترړو ، غونډو او جرګو مرکو په کې خبرېږو او له بلې خوا د خپلو هېوادوالو د هيلو هنداره راته ښکاري . بېنوا اوس د افغانانو د اړيکو پاڼه ده ، دا پاڼـــه اوس له يوې ورځــــې څخه بــلې ته پياوړې کېږي ، اغېزمنه کېږي او ښکلې کېږي . هيله د چې درېيم خپرنی کال يې په خوښۍ سره پيل کړئ او دغه پاڼه نوره هم وځلوئ. بری او نېکمرغي مو غواړم او يو ځل بيا د پاڼې د دويمې کاليزې مبارکي درته وړاندې کوم . په درناوي زرين  انځور جرمني  ، د کولن ښار 2006 کال ، جون  دېرشمه   ", د پاڼې د دويمې کاليزې مبارکي درته وړاندې کوم 3591,ډاکټر نثار احمد « صمد »," لیکوال  :  ډاکټر نثار احمد «  صمد »  دافغانستان او عراق جګړې ښایې د امریکا ملا ورماته کړي   امریکا تیر کال تقریباْ دوه نیم ټریلونه ډالره مصرف کړل ( یو ټریلیون زر بلیونه او هر بلیون هم زر ملیونه کیږی .) که د ډال� �و دا هر نوټ څنګ پر څنګ سره کښیږدو نو هغه به د مځکې د کرې څخه تر لمره ورسیږی او بیرته به مځکې ته راورسیږی خو بیا به هم ختم نسی څو چې دا غبرګه لړۍ به آن تر مریخ پورې هم ورسیږی ( دا مبالغه نه بلکې هرڅوک یې محاسبه کولاې سی .)  ددې ستر مبلغ څه کم نیمایی یوازې په پوځي ، استخباراتي او امنیتي برخوکې مصرفیږی . که لدې نه یوازې دفاعي بودجه مدنظر ونیسو نو د دفاع وزارت د سږکال رسمي بودجه (۴۵۰) بلیونه ډالره وه . نور « اضافي » ۱۲۰ بلیونه ډالره هم کانګریس د افغانستان او عراق د جنګونو لپاره پسې ورکړې چې مجموعه یې ( ۵۷۰) بلیونه ډالره سوه.  پدې پیسو د آسیا او آفریقا پنځلس هیوادونه د ترقۍ  له م خې په صرف یو کال کې د اوسنیحالت څخه اروپايي حالت ته رسول کیداې سول، مګر نه هیڅکله هم نه . که استخباراتي، ام نیتی او بیلا بیل فډرالي اړونده لګښتونه هم پر واچول سی نو دا ټول « غیر ملکی» مصارف به یو ټریلیون ډالرو ته و� �سیږی چې پدې ستر مبلغ سره د ټولې نړۍ د ټولو انسانانو ټول سپمایز مشکلات رفع کیداې سول، مګر نه هیڅکله هم نه .      د چین ټول دغسې پوځي مصارف تیر کال ۳۵ ب� �یونه ډالره وو. د شوروي ترنړیدو وروسته يعنې د ۱۹۹۱ راهیسې امریکا خپله پوځي بودجه پنځوس سلنه زیاته کړیده پداسې حال کې چې د هیڅ کوم هیواد لخوا د پوځي ګواښ سره هم نده مخامخ . امریکا د ټولې نړۍ پوره نیمایی پوځي مصارف ل� �ی. واشنګټن پدې ستر مبلغ سره د نړۍ د شپږنیم بلیونو انسانانو څخه صرف (۳۰۰) ملیونه خپل کسان « ساتی» او بس. ام� �یکا په ۲۰۰۴ کې لس زره اټومی سرګلولې لرلې چې اووه زره یې د فعالیت په حال کې یعنی قوماندې ته  چمتو وې. پدغو بربادونکو وسلو سره امریکا د مځکې کره په صرف ۳۵ دقیقو کې خاوری ایرې کولاې سی. آیا دا هر څه پخپله یو « وحشت » ندی او آیا هغوی همدا بلاوې پر هیروشیما او ناګاساکی باندې استعمال نکړې او په سلګونو زره ملکي انسانان يې ترور نکړل   ؟      څیړونکو معلومه کړې چې د عراق جنګ د ویتنام تر هغې ګران تمام سوي دی. د عراق په جنګ کې امریکا تر ننه ( ۳۲۰) بلیونه ډالره مصرف کړی دی. هلته هره میاشت امریکا شپږنیم بلیونه ډالره پوځی خرڅ لری چې د ورځی دوه سوه ملیونه ډالره کیږی. خو دبوش اداره هڅه کوی چې پوځي � �ګښت ډاګیز نکړی  .  په روان مالي کال کې د عراق  پوځي مصارف څه باندې سل بلیونو ډالرو ته رسیږی  حال دا چې هغه په ۲۰۰۳ کې صرف ۵۱ بلیونه ډالره وو. دا ټول ملاماتونکی مصارف پرداسې مهال کیږی چې د امریکا فډرالي بودجه د خپل تاریخ د عظیم ترین کسر سره مخامخ ده ( یعنی ۴۲۳ بلیونه ډالره)  . خو مهمه لا دا چې که د عراق وضع عادی هم روانه وی ( چې هیڅ امکان نلری) بیا  به هم ټوله پوځي خرڅ د ۳۲۰ بلیونو ډالرو څ خه ۳۷۰ بلیونه ډالرو ته جګ سی  . دا په صرف درونیمو کلونو کې دونه ستر پوځي مصرف دی چې د ویتنام تر ۸ کلنۍ جګړۍ هم اوړی  . د نن ورځې د ډالرو د نرخ پر اساس د ویتنام مصارف ( ۵۴۹) بلیونه ډالره وو حال دا چې عراق جمعاْ ( ۶۹۰) بلیونه ډالره مصرف غواړی   چې که دا د افغانستان د پوځي مصارفو سره هم پسې جمع کړو نو ټوټل به ۸۱۱ بلیونه ډالره پوځي مصرف سی . دا خو صرف نظامي خرڅ دی که پر هغه ضمنی مصارف    او ور پورې تړلې خرڅونه هم ولویږی نو جمعاْ به تر یو ټریلیون ډالرو هم واوړی چې د دې دروند پیټی په پورته کولو سره به ژر یا وروسته د امریکا ملا م اتیږی  .      راځي چې له بلې زاویې څخه یې وڅیړو. په اقتصاد کې د ۲۰۰۱ کال لپاره د نوبل د جایزې ګټونکي او فعلاْ د کولمبیا پوهنتون تکړه پوهاند ډاکټر جوزف سټیګ لیټز (   Dr. J. Stiglitz) او د بودجې په څانګه کې د هارورډ پوهنتون مشهورې پروفیسورې لیندا بیلمز (  Linda Bilmes)  په هغه ګډه څیړنه کې چې په تیره جنوری کې یې خپره کړې ویلې چې د ع� �اق د نیونې د درو کالو ټوله مصارف د یو او دوه ټریلیونو ډالرو ترمنځ دی . دا څیړنه ښئ   چې  امریکا نسی کولاې د عراق د بیا ودانولو لپاره پیسې تهیه کړی  . جالبه خو لا دا چې د سپینی ماڼۍ لوړ چارو  د عراق دغسې احتمالي مصارف صرف   ۱۰۰   ــ  ۲۰۰ بلیونه ډالره اټکل کړی وو حتې رمسفیلد دا باټې هم ویشتلې  وې چې دغسې م صارف به تر پنځوس بلیونو ډالرو پورې ورسیږی . پاول ولفوویچ ( درمسفیلد مخکنی مرستیال او فعلاْ د نړیوال بانک � �ئیس ) خو لا کانګرس ته ویلې وه چې تر یرغل مابعده عراق به خپل مصرف پخپله د خپلو تیلو څخه   پوره کړی . خود هغوي ټولو اټکلونه او ګومانونه غلط وختل . ځکه د عراق جنګ  د جاذب غوندې د امریکا اقلاْ یو ټریلیون ډالره په ځان کې جذب او ضایع کړی دی    او دا بهیر پخپل شدت سره جاری دی او امریکایې  د اقتصادي جهنم څنډی ته ورټیل وهلی ده  .      پورتنیو  دوو مشهور پروفیسورانو پخپله  علمي څیړنه کې دا هم ثابته کړې   چې دغه جګړه د خپلو ټولو فکټورونو په شمول بالاخره آن دوو ټریلیونو ډالرو ته رسیداې سی چې په هغه کې د شپاړ� �س زرو زخمي او معیوبو امریکایی پوځيانو د اوږدې مودې روغتیایی خدمتونه او نور ارتباطي او غیر مستقیم یا ضمني مصارف هم شامل دی لکه  د ژوند تر پایه    ناروغۍ مثلاْ دماغي خلل، د نخاع شوکی زخمونه، د پښو یا لاسو قطع کیدل او نور چې په بلیونو بلیونو ډالره مسلسل خرڅ غواړي . پدغو پورې نور مصارف هم تړلې دی لکه د تیلو د بیو لوړوالې، د مالي بودجو کسرونه، د استخدام ګران والې ، د نورو پ� �سونلو ګومارل او د زخمي یا معیوبو پوځیانو لپاره د نورو فرعي خدماتو مصارف او د هغو په واسطه ا  قتصاد  ته کلک زیان رسیدل او نور.  پوهاند سټیګ � �یټز د انګلستان ګارډین ورځپاڼې ته په  مرکه  کې وویل چې « زه نه پوهیږم  چې امریکا یان پدې هکله غولول سوی  وو او که یې خپل  دا لږ اټکلونه    یا تخم ینونه په بې کفایتۍ سره سنجولې وو. »     باید وویل سې چې یو ټریلیون ډالره د لس زرو بستو یا بنچو یا بنډلونو څخه جوړ سوی سل میلو نه بستې کیږی، آيا د ا به ممکنه وی چې سل ملیونه امریکایی کورنۍ د عراق د جنګ د نتیجو لپاره لس لس زره ډالره په خوښۍ سره ورکړی ؟ نه هیڅ  امکان نلری  . دا لا څه   ښایی آن یو میلیون کورنۍ لا هم دې کارته حاضری نسی. چې داسې ده نو دغه یو ټریلیون ډالره فعلی مصارف به له کومه کیږی  ؟ ځواب : دا به په وچ زور د امریکایی ټکس ورکونکو څخه اخیستل کیږی. لکه څنګه چې تر اوسه هرې امریکایی کورنۍ په اوسط ډول درې زره ډالره د عراق د جنګ لپاره او ( ۶۸۰) ډالره هم د افغانستان د جنګ لپاره جبراْ تادیه کړې دی او په آینده کې به یې هم حتماْ تادیه کوی  .       د افغانستان او عراق ولسونو د امریکایی ملیتاریزم څخه تر بل هر چا سخته ضربه  ولیده خو دننه په امریکا کې هم خلکو د خپل ټکس او  مشقت له مخې زیاتې ضربې او فشارونه زغملی دی . پر عراق تر حملې مخکې د یو بیرل تیلو بیه دیرش ډالره وه حال دا چې اوس هغه په اویا ډالره ده او ښایې پر ایران تر حملې وروسته هغه تر سلو ډالرو هم واوړی  . همدا علت دی چې د وروستۍ نظر پوښتنی څخه مع� �ومه سوې چې د امریکا  ۶۷٪  خلک د عراق پالیسی په کلکه غندی او د بوش ګرانښت تر بل هر وخت اوس ډیر ټیټ سوی یعنی ۲۹٪ ته راکښته سویدی .      د افغانستان او عراق جنګونه امریکا ته ډیر  ګران تمامیږی . امریکا هر کال په افغانستان کې تقریباْ لس بلیونه ډالره پوځي مصرف لری چې د میاشتې اته سوه ملیونه ډالره کیږی . په همدې ترتیب د واشنګټن پوځي مصارف په عراق کې د کاله اقلاْ ۷۵ ب� �یونه ډالره دی چې د میاشتې شپږ بلیونه ډالره کیږی  . په بل عبارت امریکاپه افغانستان کې د ورځې ۲۶ ملیونه ډالره یعنی په هره دقیقه کې اتلس زره ډالره او په عراق کې د ورځې دوه سوه ملیونه ډالره یعنی په هره دقیقه کې ۱۳۵ زره  ډالره مصرف لری    چې دا خزانه به ژر یا وروسته تشه کیږی او د امریکا اقتصادي ملابه ورماتوي .    امریکا په افغانستان   او عراق کې د میاشتې ۶ ـــ  ۷ بلیونه ډالره مصرف � �ری .  په عراق کې تر ننه امریکې ( ۳۲۰ ) بلیونه ډالره او په افغانستان کې تر ننه ( ۸۳) ب� �یونه ډالره پوځي مصارف کړی دی چې مجموعاْ ( ۴۰۳ ) بلیونه ډالره کیږی . پدې ستر مبلغ سره  امریکا کولاې سو چې ستر انساني خدمتونه کړی واې  مثلاْ :  ۷۱ ملیونو امریکایانو بشپړ روغتیایی خدمتونه حاصل کړی واې ( حال دا چې او س ۳۶  ــ ۴۰ ملیونه امریکایان د صحي خدمتونو څخه محروم دی  ) ، ۶۱ ملیونو ځوانانو کولاې سو چې د پوهنتونونو سکالرشیپ حاصل کړی واې  ، تقریباْ پنځو ملیونو کارګرانو کولاې سو چې په بندرونو کې د کانټینیرونو د تفتیش کارونه مخته بیولې واې ( حال دا چې اوس په کال کې د ۹ ملیونو را رسیدونکو کانټینرونو صرف ۶٪ تفتیش یا تلاښی کیږی او بس) ، کیداې سو  د ټولې نړې کوچنیانو پدې ستر مبلغ  سره د آینده اتیا کالو لپاره د ساري ناروغیو څخه اساسي معافیت حاصل کړی واې، م ګر نه هیڅکله نه.     تکړه امریکایی لیکوال او ژورنالیست « اریک مارګولیس » لیکی چې : « تریخ حقیقت خو دا دی چې امریکا پدې دواړو استعماري جنګونو کې ګیر راغلې یعنی هغه څه چې بن لادن یې غوښتونکی و. » امریکا  په افغانستان کې درې سوه پوځیان او په عراق کې دوه نیم  زره پوځيان تلفات ورکړی  اوپه دواړو  جنګونو کې یې د ضمني مصارفو په شمول جمعاْ څه باندې یو ټریلیون ډالره مصرف کړی چې څه خاصه نتیجه یې هم نده و� �کړې.    فلهذا، دا چې د یو ملا محمد عمر او یو صدام حسین په ایسته کولو تر ننه یو ټریلیون ډالره لګیدلې دی نو د دوو نورو مخالفینو یعنی محمود احمدی نژاد او بشرالاسد په ایسته کولو به نور څو ټریلیونه ډالره مصرف سی ؟ دا چې امریکا همدا اوس  اوس د سپمایز جهنم پر څنډه ولاړه ده  آیا د پورتنیو  دوو مخالفانو په نسکورولو به همدې جهنم ته ور ونه لویږی  ؟    ځواب   :   که همدا باد په پسې وي  نو ضرور به ور ولویږی  !    � �   په کاناډا کې د افغان رسالې / افغان پوست د ۸۵ ګڼې څخه   ",امریکا د سپمایز دوږخ پرڅنډه ( ډاکټر نثار احمد صمد) 3592,," د پنجشنې او جمعې ورځې بيا هم د افغانانو له پا� �ه ارامه او خوشاله نه وې او يو شير افغانانو بيا هم په تيرو ٢ ورځو کې دجګړى په ترځ کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دي . درې واړه لوري ، افغان دولت ، ائيتلافى ځواکونه او مخالف طالب جنګيالى د هېواد په يو شمير سيمو کې يو بل لوري ته د اوښتى مرګ او ژوبلې دعوا کوي . د نورستان په کامديش ولسوالۍ کې ائيتلافى ځواکونو ويلى چې ١٤ تنه مخالف جنګيالى يې وژلى او ددوى پټن ځايونه له مينځه وړي دي . طالب وياندبيا په دغه ولايت د امريکايي عسکرو په کاروان د يوبريد خبره کوي او وايى له ١٠ زيات امريکايان يې وژلى دي او پنځه موټر يې له مينځه وړى دي . ده منلې چې يوازې يو طالب مړى شوي دي .د کنړ د ماڼوګى ولسوالۍ د مناګى سيمه کې د ائيتلافى عسکرو په ډزو کې يو ولسى ګړى مړ او ٢ تنه ټپيان شوي دي .د زابل ولايت د شينکۍ ولسوالۍ کې هم دافغان دولتى ځواکونو او مخالف جنګياليو ترمينځ جګړه شوې چې يوطالب وياند په دغه جګړه کې د٨ دولتى عسکرو د وژلو ادعا کړې ده . د زابل دپوليسو مشر پکتين د جګړې پخلۍ کوي مګر دا نه منې چې دولتى عسکر دې په کې وژل شوي وي.دغزنى د اندړ ولسوالۍکې د ترکى سړک جوړولو کمپنۍ يو افغان ساتونکۍ د ناپيږانده کسانو � �ه خوا تښتول شوي او امنيتى چارواکو منلې چې ٦ تنه شکمن کسان يې نيولى دى . ددغه ولايت د پوليسو مشر ويلى چې د ګي� �ان ولسوالۍ د چمبر سيمه کې يې ٣ تنه طالب جنګيالى وژلى او يو بل يې ژوندى نيولى دى . د زابل په شهر صفاکې ددولت امنيتى چارواکو دوه تنه پاکستانيان نيول دي .نيول شوي کسان د بلوجستان د بولان د سيمې اوسيدونکى بلل شوي دي . په کندهار کې اييتلافى ځواکونو منلې چې د ګډو عملياتو په ترځ کې يې دجمعې په سهار ٨ تنه شکمن مخالف وسله وال د کندهار په يو لري پراته کلى کې نيولى دي . د عملياتو په ترځ کې ديو تن د وژلو خبر هم ورکړ شوي دي. دارزګان په ده� �اود ولسوالۍکې طالبانود ملى اردو د ١٤ دولتى عسکرو دوژلو ادعا کړې او طالب وياند قاري يوسف ويلى چې دملى اردو ٢ موټر يې د ريموټ کنټرول له مخې له مينځه وړي دي. دوردګو ولايت د ټوپ په دشته کې بيا ٣ تنه کوچيان د توغنديو ديو بريد په ترځ کې خپل ژوند له لاسه ورکړى او د بغلان ولايت خوست فرنګ کې د يوې ترافيکى پېښې له امله ٦ تنه مړه او ١٢ تنه نور ټپيان شوي دي . هلمند ولايت کې چارواکو ويلى چې د عملياتو په ترځ کې يې تيره و رځ د موسى کلا ولسوالۍ کې د طالبانود يو ځايى قوماندان ملا عبد البارى په ګډون ٤ تنه طالب جنګيالى وژلى دي .او تيره شپه د کندهار په هوايى ډګر توغندي ويشتل شوي دي . طالب جنګياليو ددغه بريد پړه منلې ا وددغه ډلې يو وياند ويلى ٥ توغندي يې په هوايى � �ګر ويشتلى .مګر د ائيتلافى ځواکونو اعلاميه يوازې د يو توغندى پخلۍ کوي چې له امله ١٠ ائيتلافى عسکر ټپيان شوي دي . ",بيا هم يو شمير افغانان مړه او ټپيان شول 3593,," کابل کې د افغان ، فرانسې او المان د لنډو ف� �مونو جشنواره چې د نندارې لړۍ يې درې ورځې دوام وکړ د يوشمير ستاين ليکو په ورکولو سره پاى ته ورسيده . په دغه ج� �نواره کې ٢٣ فلمونه نندارې ته وړاندې شول چې د افغان فلم جوړونکى عبدالمالک د (انتهاى زمين) تر نامه لاندې فلم � �ومړى مقام ترلاسه کړ. د محمد حيدرى فلم (شبنم) د ليدونکوله لوري هم لومړۍ ځاى ونيو . ",کابل کې د لنډو فلمونو جشنواره پاى ته ورسيده 3594,," هلمند کې چارواکو منلې چي تيره ورځ يې ٣ تنه طالب جنګيالى ،چې ددغه ولايت د بغران ولسوالۍ اوسيدونکى دي ، نيولى دي .چارواکو منلې چې له نيول شوو کسانو څخه پوښتنې پيل شوې ،او دوى ټکل درلود چې ورانکاره عملونه ترسره کړي .چارواکو منلې چې له نوموړو څخه ثريا ټيلفون اوستلايت هم لاس ته راغلى دي . ",هلمند کې ٣ تنه طالب جنګيالى نيول شوي 3595,," هلمند کې تيره شپه د ائيتلافى ځاکونو او طالب جنګياليو ترمينځ جګړه شوې چې له امله يې ٢ تنه ائيتلافى عسکر ټپيان او ٢ تنه طالب جنګيالى وژل شوي دي. جګړه هغه مهال پېښه شوې چې ائيتلافى ځواکونه د طالب جنګياليو تر بريد لاندې راغلي دي .د ائيتلافى ځواکونو يوې سرچينې د بريد او مرګ او ژوبلې پخلۍ کړى دي .طالب جنګياليو په دې اړوند تر اوسه څه نه دي ويلى . ",٤تنه طالبان اوائيتلافى عسکرمړه او ټپيان شوي 3596,," د افغانستان او ترکمنستان د تړون له مخې دشمال د څلورو ولايتونو ٣٠ تنه ځوان زده کونکى د لوړو زده کړو په موخه نن د ترکمنستان په لور روان شول . دوى به په م ختلفو رشتو کې د ٤ کلونو له پاره په ترکمنستان کې لوړې زده کړې تر لاسه کړي . په استول شوو کسانو کې دوې نجونې هم � �ته . افغان چارواکو منلې چې هرکال به ٣٠ تنه ځوانان چې له دولسمو ټولګيو څخه فارغ شوي وي ، ترکمنستان ته واستول � �ي . ",٣٠ تنه افغان ځوانان ترکمنستان ته لاړل 3597,," دهغه ناپيږانده وسله وال بريد په ترځ کې چې تيره نيمه شپه د مزارشريف دکودبرق فابريکې د هستوګنې(فامليو) سيمه کې د پوليسو په ساتونکى پوسته ترسره شوي ، ٢ تنه پوليس ټپيان شوي او نوموړې پوسته ويجاړه شوې ده . پوسته د توغنديواو لاسى بمونو تر بريد لاندې راغلې او تر دم ګړۍ پورې ددغه بريد مسئوليت چا نه دى منلۍ. پوليسو بريد کونکى غله بللې ، چې په تيښته بريالى شوي دي.په سيمه کې عينى شاهدانو بينوا ته دوسله والو بريد کونکو شميره لس کسان ښودلې چې ددوى په وينا په توغنديو، لاسې بمونو او سپکو وسلو سمبال وو.د بريدهدف د فامليو د عمومى دروازې ساتونکې پوسته ګرزيدلې ده . ",دوسله وال بريدپه مهال ٢ تنه پوليس مزارکې ټپيان شوي 3598,," عراقى پوليسو منلې دهغه درندې چاودنې له امله چې نن د بغداد په يو نيستمن ښارګوټې صدر په په يو بازار کې رامينځ ته شوې ٦٠ تنه عراقيان وژل شوي او٧٦ نور ټپيان شوي دي.چاودنه هغه مهال په يو ولاړ موټر کې رامينځ ته شوې، چې د پوليسو يو موټر په سيمه کې د تيريدو په حال کې وو. په وژل شوو کسانو کې دولتى پوليس هم شامل دي .دمرګ او ژوبلې شميره ممکن تر دې ډيره وي.همداشان د عراق د پارلمان سنې غړې ميرمن تيسير مشهدانى له خپلو ٧ تنو ساتونکو سره نن سهار په بغداد کې تښتول شوې ده . ",بغداد کې زورورې چاودنې٦٠ عراقيان وواژل 3599,ميرويس جلالزې," دا ټكي د پاكستان د كورنيو چارو وزير � �فتاب احمد خان شيرپاو وروسته له هغه څرګند كړ چي تيره اوني د امريكا د بهرنيو چارو وزيري كاندوليزا رايس  د پاكستان له بهرنيوچارو وزير او مشرف څخه دا وعده تر لاسه كړه چي پاكستان هوډ لري ۱۰۰۰۰ پوځيان د افغانستان او هغه هيواد تر منځ په پرته پوله كي د امنيت د ټينګوالي په موخه ځاي پر ځاي كړي. شير پاو وويل دم ګړي دوې ۸۰ زره پوځيان له افغانستان سره په پوله كي ځاي پر ځاي كړي او كه د دي سرتيرو شتون د امريكايي او افغان ځواكو په وينا بي ګټي وي نو دوي نغواړي نور سرتيري هم ځاي پر ځاي كړي. د دي دوو هيوادو سرحدي پولي په وار وار د نړيوالو او كورنيو پوځي ماهرينو په وينا د تروريستانو د ځالو په توګه پاتي شوي دى.   ",پاكستان:په پولو كي سرتيري نه ځاي پر ځاي كوو 3600,ميرويس جلالزې,"     سميز مامورين وايي دا بريد تيره شپه په نوموړي هوايي اډي تر سره شوي. ويل كيږي په دي بريد كي ۱۰ ايتلافي سرتيري چي ډيري يي كاناډايان دي ژوبل شوي دې. د ټپيانو له ډلي د يو روغتياي حالت خراب ښودل شوي ده. ",د كندهار په هوايي اډي خونړي بريد وشو 3601,ميرويس جلالزې,"   په افغانستان كي د ب� �يټانوي سرتيرو قومندان ديويد ريچارد چې دم ګړي د ناتو ځواكو مشري هم پر غاړه لرى له لندن نه خپريدونكي ټايمز ورځپاڼي ته يي ويلي چي دوي د سرتيرو د لا ښه امنيت لپاره هليكوپترو او غټو بار وړونكو الوتكو ته اړتيا لري او دا خبره يي د نوموړي هيواد پارلمان ته هم ور رسولي ده. له بلي خواه د بريټانيا  لم ړي وزير توني بليري ويلي چي په سويلي افغانستان او په خاصه بيا هلمند ولايت كي بايد نور تازه دمي سرتيري هم ځاي پر ځاي شې. د نوموړي هيواد پارلمان تر اوسه دي دوو غوښتنو ته ځواب ندي وركړي. ",بريټانوي سرتيري پوځي چورلكي غواړي 3602,," دهغه توغندى بريد له امله چې تيره شپه ٨ نيمې بجې د کندهار په هوايى ډګرد طالب وسله والوله خوا تر سره شوى ١٠ تنه ائيتلافى عسکر ټپيان شوي دي .کندهار کې د ائيتلافى ځواکونو يو وياند ميجر اينس دبريد پخلۍ کړى او وايې يوتوغندۍد هوايىډګر د ننه او بل بهر لګيدلى دي . ده منلې چې ١٠ تنه عسکر ټپيان شوي چې ديو تن عسکر ټپونه ژور او ممکن د درملنې په موخه جرمنى ته واستول شي .نور ٩ تنه سرسري ژوبل شوي دي. مګر د ائيتلافى ځواکونو يوې بلې سرچينى جرمنى ته د ٢تنوژوبل شوو کانادايى عسکرو د ليږد رپوټ ورکړى دى .د طالبانو دډلې يووياند بيا ادعا کړې ده چې ٥توغندى يې د کندهار په هوايي ډګرويشتلى دي .د کندهار هوايىډګر په افغانستان کې د ائيتلافى ځواکونو ډير ستر فوځى مرکز دى چې څه ناڅه ٧٠٠٠ بهرنى فوځيان او غيرفوځيان په کې راټول دي . ",کندهارهوايى ډګرکې ١٠ ائيتلافى عسکر ټپيان شوي 3603,," د سرپل ولايت د بغاوې سيمه کې د ملى پيوستون د پروګرام ٤٢٠ زره افغانۍ پرون غلا او دپيوستون دشورا ٨ تنه غړى ټپيان شوي دي . سرپل کې دولتي چارواکو د پېښې پخلۍ کړى او وايى ټپيان د سرپل په مرکزى روغتون کې تر درملنې لاندې دي . د سيمې ځايى اوسيدونکى باور لري ، چې دا کار په سيمه کې دهغه ځايى زورواکى کار دى چې هرڅوک يې ښه پيږنى مګر دويرې له امله چوپه خوله دي ، ځکه نوموړۍ داسې کس دى چې په ولايت کې له دولتى چارواکو سره ښه او ګرمه راکړه ورکړه لري . ",سرپل کې د ملى پيوستون سلګونه زره پيسې غلاشوې 3604,انجنير محمد انعام واک - ناروې," د «مضراحتیاط» په ناروغۍ باندې د اخته کسانو او کړیو د خطرناک او نا مقدس اتحاد په وړاندې، د «ملي اندېښنو»، «ملي فکر» او «ملي احساس» د ودې او پراختیا له پاره لاسونه او ګامونه یو کړي د بېنوا د درنې پښتو ویبپاڼې درنو کارکوونکو ته ددې پاڼې د دویمې کالیزې په مناسبت د زړه له کومې مبارکي وایم. بېنوا ویبپاڼې د تېرو دوو کلونو په لږه موده کې د ګران هیواد افغانستان د کولتوري، ټولنیزې او سیاسي ودې په لارکې لوی لاس وکړ.   ستېج، تیاتر، سینما، ورځپاڼې، مجلې، کتابونه، راډیو، تلویزیون او د نن سبا انترنټ پاڼې د ملي هویت د پخولو او ملت جوړونې په لار کې رغنده رول لوبوي.   اوس چې زمونږ په ګران هیواد افغانستان کې، له بده مرغه، ملي راډیو- تلویزیون نشته او ملي پوهاوی په لوی لاس کمزوري کېږي، نو آزادې م� �ي رسنۍ، په تېر بیا پښتو ملي ویبپاڼې، د دغسې یوې ملي تشې د ډکولو په لار کې سترملي مسئولیت لري.   آزادې ملي ویبپاڼې، په کار ده، خپرونې ایډت او اصلاح کړي. په محلي، ولایتي، سمتي او تنظیمي غوښتنو ملي درد نه دوا کېږي. محلي او ولایتي کچ ته د ملي شخصیتونو را ښکته کول او یا د افراط ترپولو پورې دغه یا هغه ښاعلي ته شخصیت ورکول او په بل باندې پښې کېښودل او بالاخره په کورونو کې د کورګیو جوړول د آزادو ملي رسنیو له سویې ښکته کار دی. مونږ، له ښه مرغه، د ملی شخصیت له بحران سره نه، بلکې، له بده مرغه، د ملي هویت له بحران سره مخ یو! مونږ، په کار ده، ملي ترمینالوژي، ملي ادبیات او ملي فکرهست کړو.    د هیواد د روانو سیاسي پېښو واقعیت ته انعکاس ورکول د آزادو ملی رسنیو او ویبپانو ملي دنده ده.  آزادې ملي رسنۍ او ویبپاڼې دې په کابل کې د حکومت په نننۍ ناکامې او د هېواد د سیاسي حالاتو په واقعیت، چې بیا هم په هیڅ ډول د طالبانو او نورو افراطي کړیو د سیاسي منطق بحران ته د خټو پوزه نشي کېښودی، آزادې خبرې وکړي. د کابل حکومت په اوبو کې د لوټې د کېښودو په سياست روان دی. په اوبو کې په لوټه باندې ګام نه اخیستل کېږي...   آزادې ملي رسنۍ، خپرونې، ویبپاڼې او کولتوري ټولنې دې د افغانستان د «ملي هویت د ښکاره دښمنانو» او د «مضراحتیاط» په ناروغۍ باندې د اخته کسانو او کړیو د خطرناک او نا مقدس اتحاد په وړاندې، د «ملي اندېښنو»، «ملي فکر» او «ملي احساس» د ودې او پراختیا له پاره لاسونه او ګامونه یو کړي. د افغان ملي هویت دښمنانو ته « ټول افغانستان » د یو « وار نصوارو» ارزښت نلري. خو په کابل کې د سیاسي ګدۍ چارواکي او د مضراحتیاط په ناروغۍ اخته ورځ چاري سترګې پټوي او په خپله ملا کې په اصطلاح، ټومبلې «ابدالي توره»، د آخرت ورځې ته ساتي.   روښانفکران، په کار ده، د ملي ویبپاڼو او یا له دې سره جوخت د ملي غوڼډو، کنف� �انسونو، سیمینارونو او ورکشاپونو له لارې، د شا ته کتو په ځای په مخکې کتو سره، د هیواد په نننیو سیاسي او پوځي حالاتو خبرې وکړي. باید خپل وخت او زورد پرون په ځای په نن او سبا ولګوو!   زه په پای کې یو ځل بیا د بېنوا د درنې ویبپاڼې درنو کارکوونکو ته مبارکي وایم او هیله ل� �م چې دې ویبپاڼې به تر خپلې درېیمې کلیزې پورې لا ډېر پرمختګ کړی وي.   په ډېره م ینه انجنیر محمد انعام واک د واک فونډېشن مشر ناروې ۲۰۰۶ کال - د جون آته ویشتمه ",نېکمرغه دې وي د بېنوا د درنې پښتو ویبپاڼې دویمه کالیزه 3605,صالح محمد صالح - هلمند," ” زموږ زياتره خبريالان مسلكي نه دي، پراخ ليد نه لري او فكر كوي چې يوازې د امنيتي مسايلو څېړل بشپړه خبريالي ده “ صالح محمد صالح، هلمند ګرځنده: +۹۳۷۹۹۶۷۰۳۰۳    ” زموږ زياتره خبريالان مسلكي نه دي، پراخ � �يد نه لري او فكر كوي چې يوازې د امنيتي مسايلو څېړل بشپړه خبريالي ده “   ",خبريالي، يو پراخ ډګر ( د صالح محمد صالح ليکنه) 3606,عبدالله احسان,"   دخبرتيا په پلمه يو څو خبري « و یـد ه ښـا ما� � »  د ډا کـټـر ا مـیـر د شـعـرونـو درېـیـمـه مـجـمـوعـه ده چي په دې وروستيو کي چاپ سوې ده .  ښاغلی بسم الله امير دخپل دريم شعري غونډ په اړه د بېنوا ويبپاڼي څو پوښتني داسي ځوابوي  : بېنوا ويبپاڼه : ښاغلی ډاکټر صاحب امير ؛ ولي مو خپل دا شعروي غونډ ويده ښامار ونوماوه او څه ډول شعرونه مو پکي راغونډ کړي دي ؟ ډاکټر بسم ال� �ه امير : د « ویـد ه ښـامـار » شـعـرونـه هـم زمـا د نـورو اشـعـار و پـه څـیـر، زمـا د وړکـیـنـي یـادونـه دي او یا مـاچي څـه پـه لـویـنـي لـیـد لـي  ـــ اوریـد ل� �ي ، هـغـه پـکـې راغلـي دي . ددغـو اشـعـارو زیـاتـه بـرخـه زمـا د مـاحـول او چـاپـیـر، دوطـن او نـړۍ د � �وانـو حـا لا تـو څـرګـنـد ویـي کـوي .  ډاکټر صاحب ؛ ويده ښامار څه ځانګړني لري، که په دې باب څه وواياست  .؟ ډاکټر بسم الله امير : سـره لـه دې چـي دغـه دی مـلـک مـو لـه ت� �بـاهـۍ سـره مـخـا مـخ د ی او ولس مـو دا څـو ویـشـت کاله شـوه چـی پـه سـره اور کـي سـو ځـیـږ ی ، بـیـا هـم زمـا فـلـسـطـیـن ، چـیـچـنـیـا، کـشـمـیـر، عـراق ، . . . لـه یـا د ه نـه وزي ؛ دا  خـو لا څـه چـي پـه نـو م مـسـتـضـعـف دی ، لـه مـا سـره یـې انـد یـښـنـه شـتـه ، دا که د مـکـسـیـکـو پـه چـیـاپـاس کـي و ي ، کـه د بـوزنـیـا  پـه  سریـبـریـنـی� �څـه یـا د  افـریـقـا پـه کـوم کـلـي  او  ښـارګـوټـي کـي او دا  انـد یـښـنې مـی بـیـا پـه شـعـر کـي هـم ځـان ښـک� �اره کـوي . کـه کـیـدای ، مـا بـه دا خـپلـي ټـولـي انـد یـښـنـې پـه سـیـنـد کـي لاهـو کـړي وې ، خـو څـنـګـه وکـړم ، زمـا پـه لاس کـي نـه د ه. ويبپاڼه : څنګه پوهېدلای سو چي کوم شعرونه ستاسو د خپل فکر محصول او کوم د نورو اغېز دﺉ ؟ ډاکټر بسم الله امير: د لـتـه کـه د کـوم شـعر پـه سـر کـي « وایـي »  یـا  « و ، نـه و »  یـا داسـي نـور الـفـاظ  راغـلـي وي ، تاسـي پـو ه شـئ چـي د هـغـه شـعـر فـکـر زمـا نه دی او مـا لـه کـوم بـل ځـایـه را اخـیـسـتـی دی .   ",« و یـد ه ښـا مار » د ډاکټر بسم الله امير شعري غونډ 3607,," دکابل - کندهار د لويې لارې د ساتنې په يوه دولتې پوسته د زابل ولايت د قلات ښار ته نږدې د خوارانو په سيمه کې وسله وال بريد شوي دي . طالب جنګياليو د بريد پخلۍ کړى او وايى ٤ تنه دولتى ساتونکى يې د بريد په مهال ټپيان اويا وژلي دي او دولتى پوستو ته يې اور اچولى دى . زابل کې دولتى چارواکو د بريد پخلۍ کړى او دا نه منې چې دولتى ساتونکو ته مرګ او ژوبله رسيدلې ده . چا� �واکوپه سيمه کې د بيلګواو وينو له مخې شک ښودلى چې ممکن ٢ تنه طالب جنګيالى مړه يا ټپيان شوي وي.دغه بريد تيره شپه ترسره شوي دي. ",د کابل - کندهاردلارې په يوه دولتى پوسته بريد شوي دي 3608,قاضي محمد حسن حقيار," داپه رښتيا دافرين او شاباس ځاى دى چې په تش لاس اوپه نشت حسا ب شونتياوو، بې له کومې مادي تمې هېوادوال دومره ژرله روانو حالاتو او پېښو خبروئ . دا هم دخوښۍ ځاى دى چې دومره تکړه او فعال خبريالان او همکاران لرئ د بېنواويب پاڼې چلوونکيو ډېروم حترمو وروڼو خالد هادي او عبدالله احسان صاحب او همکارانو! تاسې ، دبېنوا نورو ټولو � �وستونکيو ،مرستندويانواو مينه والو ته ډېر ډېر سلامونه او احترامات !  دا يو حقيقت دى چې بېنواپاڼه  اوس په ډېروستايلو ارزي ، ډېر لوستونکي اومينه وال يې موندلي، ډېر پرمختګ يې کړى دى  ډېر تازه  اوتاوده خبرونه لري   چې په رښتيا هم اوس يې نه يواځې خبري برخه ډېر بډايه ده ، بلکې  نورې برخې او څانګې يې هم د� �وستونکيو تنده خړوبولى شي ، او داپه رښتيا دافرين او شاباس ځاى دى چې په تش لاس اوپه نشت حسا ب شونتياوو، بې له کومې مادي تمې  هېوادوال دومره ژرله روانو حالاتو او پېښو خبروئ . دا هم دخوښۍ ځاى دى چې دومره تکړه  او فعال خبريالان او همکاران لرئ. همدارازپه سياسي تبصرو کې دحقايقو په خپرولو او دملي مسؤوليت په ترسره کولوکې زړورتيا مو هم دستاينې وړده . څرنګه چې سږنۍ بېنوا ويب پاڼه دپرمختګ له نظره  له پروسږنې هغې سره نشي پرتله کېدلى هيله ده چې راتلونکې ويب پاڼه موله نننۍ سره پرتله نشي او زه چې ستاسې بې کچه م ينه او اخلاص ګورم ډاډه يم  چې انشاءالله همداسې به کېږي . دبېنوا وياړ يواځې ستاسې نه ، بلکې زما په څېر  ټول لوستونکي او مينه وال درسره ددې پاڼې دبري په خوښۍ کې ځان ګډ بولي. زه خو داژمنه يوځل بيا تکرا� �وم چې تر خپله وسه هرې مرستې ته چمتو يم .  په پاى کې يوځل بيا دوړانديز په ډول عرض کوم  چې که د لټون (سرچ سستم) ورته فعال او له ځينوهغو مشهورو ويب پاڼو سره چې دافغانستان په اړه خپرونې لري لينک ورکړئ نو دابه مو مينه وال لازيات کړي.  خوښ او ښاد اوسئ په پښتنه م ينه ورورمو محمدحسن حقيار  ۱ جولای ۲۰� �۶",دبينوا وياړ دې موږاو تاسو ټولو ته بختور وي 3609,محمود نظري - لندن," محمود نظ� �ي دطنــــ� �ـــــــــــز په هکله څو خبرې په لويديزو ادبياتو کي طنز ليکنه د يونانی شاعرانو ارکيلو کوس او هيپوناکس نه پيل کيږی .  يونانی شاعر ارسيوفان او رومی کلاسيک طنزليکوونکي او شاع� �ان جوونال او هوراس يې د طنز د ادبياتو مشخص استازی دی . هم داسي په فرانسه کي مولير په خپل وخت کي   طنزی کميدی ليکلی ده د هغه لږ وروسته ولتر ، بوالورد په همدی کړنلاری کميدی  اثار ليکلي دی . د اولسمي پيړی په و� �وستيواود اتلسمي پيړی پيل  د انګلستان د طنز طلايی دور بلل کيږی، سوبفت ،ويويدر، درايدن، جوزف اديسون او هنی فيلدينګ په نثٍر او شعرکی د هغه دوران مشهور طنز ليکوونکی دی . د جورج اورول  انګريزی مشهور ليکوال د« ژويو کلا» او د الدوس هاکسلی رومان «  ستاښکلي نړۍ» دهغه وخت دوه مشهور طنزی رومانونه دی . دختيز  ليکوالو هغه وخت د ټولنی مسايلو ته  ډير لږ  پام درلود او لږو ليکوالو انتقادی  ديد درلود او که به چا همداسي کوم � �ی وليکی نو  د چارواکو لخوا به مجازات کيدی او همدا علت دی  چي په دی بر خه کي ډير لږ اثار � �ته. يوازی ځينو شاعرانو هجو او هزل  او  ټوکې ليکلي دی  نه ژور ټولنيز طنزونه. وروسته وروسته بيا طنز ليکوونکی � �اعران  لکه خيام نيشاپوری چي رباعيات يې د ترخه طنز محتوا   لری، حافظ چي طنزونه  يې  بيا  فلسفی طنزونه دی او  په ډيرو مواردو کی  يې دټولنی مفاسيدو ته هم پام کړی اودډيرومتصوفو شاعرانو په اثارو کي هم ځای ځای د طنز توکي ليدل کيږی. حکيم سوزنی وايی:  زموږ په کلاسيکو ادبياتو کی ډير طنزونه شته او داسی شخصيتو لکه جلال الدين ب� �خی، سنايی غزنوی، جامی ، انوری... لرو عبيد زاکانی فارسی طنز � �يکوونکی ډير نثری او شعری طنزونه د ټولنی د عرف او عاداتو، عيبونو او مفاسيدو په هکله ليکلی دی د بېلګی په توګه د هغه د موږک او پېشومنظومه ،سل پنده او د دلکشاه رساله د پام وړ دی. لومړی په ختيزوادبياتو کي طنز د لنډ شعر يانثر په ډول رواج درلود او کله  چې د داستان او رومان � �يکل رواج وموندل د اوږو طنزونو ليکنه هم پيل شوه. طنز زموږ په  فرهنګی ټولنه او مطبوعاتو کی د طنز د يو مستقل ادبی ژونالستيک ژانر به  عنوان د دوو شخصيتونو لکه پروفيسور دوکتور عبدالرحيم نوين اواستاد علی اصغر بشير هروی له برکته دی چی دټوکو او طنزونو مستقله جريده يې د ترجمان په نامه  خپروله او ژورنالستيک طنزونه يې باب کړل د ځينو افغانی شاعرانو په شعرو کي د  طنز توکي ليدل کيږی خو د نثر په هک� �ه  په شپېتمه لسيزه کی يوازی  څه بهرني طنزونه د  د جلال نورانی له خوا په دری ژباړل شوی  وروسته و� �وسته بياځنی طنزليکوونکی  لکه جلال نورانی ،منان ملګری ،  ميرزاعلم حميدی ، ، واحد نظری ، هارون يوسفی  ، کاتب پاڅون، .صديق رهپور ،هژبرشينواری ،  رازق فانی ،دستګير نايل، فاروق عطايی ،بلقيس مکيز، وح يد صمدزی ،عمر ننګيار، محمود نظری ،  بصيرپاکزاد او نورو څو تنو افغانی   طنزليکونکو افغانی طنزونه د عرف او عاداتو او بيروکراسۍ د غندني  او رټنی په پار ليکلی دی چی تر اوسه يی ليکل دو ام ل� �ی..   دطنزتعربف  ګوګول وايي« دطنزخندا د نا مرئی اوښکو په منځ کي ده » . ابوقاسم صادقی وايی : زما په برداشت  طنز يعنی انتقاد کول پرحاکمانو، ظالمانو ، واکدارانو او قدرتمندانو دی چي د اوريدونکی زړه  پرې يخ او د ح کمانو د غوسی او ځوريدو سبب و ګرځی . منوچهر آذری بيا  وايي: طنز د ژوند هينداره ده او ژوند بيله طنز ښکلا نه لری پوهاند جاويد وايي: د طنزمبنا شوخی او خندا ده خو خندا يې د شوخی او خوشالی خندا نه ده.دا خندا جدی ترخه او دردونکی ده. پوهاند زيار ليکی: :طنز � �ومړی بی واکه موسکا او خدا راولی او بيا وروسته وروسته هغه موسکا او خندا په خواخوږی او ژړا وربدلوی دا د طنزونو هغه کوډګری  او جادوګری ده چي نور ادبی ځېلونه يې په ټول ښکلاييږ، ننداريږ او سندريز پرداز او � �اکښون سره سيالی نه شوی کولای. داکتر اکرم عثمان ليکی: طنز اشاره او ټولنيږ  رټنه  ده چی هدف يي سمونه ده نه د خلکو ځورول. طنز په لغت کی مسخره کولو او طعنه او کتری ويلو ته وايي ، په اصطلاح  کي طنز هغه نثر يا شعر دی چي پر حماقت، ضعيفو اخلاقی اوټولنيز فساد او تيروتونو  باندی ملنډي  وهی او په غير م ستقيم هغه بيانوی. ادب پوهان وايي :طنز ليکوونکی د روح ډاکتر دی چي دنده يې د دوه مخی، غرور او حرص د ناروغيو جرړی ايستل اود هغه له منځه وړل دی. د طنز ليکوونکی قلم د جراحی چاړه ده  چي د ټولنی  دمردار دانو عمليات وی . داکتر سامويل جانسن انګريزی اديب وايي: طنز هغه شعر دی  چي حماقت او فساد انتقاد وی . درايدن انګ� �يزی شاعراو منقد بيا وايي: د طنز هدف د فساد له منځ وړل دی. طنز (ستاير) کلمه په لغوی معنا هغه لوښی دی چی د ډول ډول ميوو  نه ډ ک وی . طنزليکوونکي د ټولني هغه  ناتارونو، ناورينونو، بدی ورځی ،غوسی او درد چي  دروانی عقدو سبب ګرځي په ټوله  هغه هنرمندی چی يې لری  دتسلی کېدواو د احساساتو اوطغيانونه د  اراميدو سبب کيږی. جامی په مثنوی هفت رنګ کي وايی: جدبودپا به سفر فرسودن                 هزل يک لحظه به راه آسودن طنز د خاصو ټولينږو  شرايطو کي هغه وخت چي بدمرغی، ناورينونه ، تزوير او � �يا پر محيط غالبه  شی ډير مهم رول لوبوی.تر څو ريا کاران خلکو ته وښيی . جوناتان سويفت انگريزليکوال وايې . زما په اند طنز  هغه هينداره ده  چی لیدونکی دهرچا بڼه(چهره) بېله دی چی هغه حاضر وی  کشف ولای شی ،!   دلته يو څو  شعر ونه  چي   د طنز د وی يا کلمه په کي راغلی  د بيلګی په ټوګه ترې   يادونه کوو. محم دبن علی الطهوری سمرقندی  وايي: من در غم توچو ابرمی گريم وتو        بر من سر طنزچو گل ميخندی انوری وايي: په طعنه گفت که عهدو وفای عاشق بین                               &nbs; p;                       په طنز گفت که مهر ووفای دوست نگر سنايی وايي: ای خنده زنان بوس تو برتنک شکر بر                               &nbs; p;                                    وی طنزکنان نوش توبرنگ گهر بر مدعی گفت  به لېلی به طنز                               &nbs; p;                               & nbsp;                    روکه بوسی چابک و موزون نه ای   لېلی ازين حال بخندبد و گفت                               &nbs; p;                                             &nbs; p;         با تو چه گويم که تو مجنون نه ای   د طنز ځاګړتياوي له نورو خندا ل� �ونکو ليکنو نه : طنز: د يو کس   د بدی او کمبودی يا د ټولنې ناورينونه ، ناتارونه، بدي ورځي او بدمرغی په ګوته کول دی. يعنی  د ټولنې د سمون لپاره په عيبونوباندی ملنډی وهل دهغو رټنه اود هغو نه کرکه ده  . طنز د هجو وده کوونکی  بڼه ده  د هجو سره د هغه توپير دا دی  چي د هجو سوچه والی او جوته ونه په طنز کی نشته  د طنز هدف د يوې ټولنيزي، سياسي او اخلاقي پېښې غټول دی  تر څو اوريدونکي هغه ته ځير شی. ښه او هنرمندانه طنز کولای شي  اوريدونکۍ د يوې شيبې لپاره هک پک کړی  او مسايل د هغه پړيکړی ته پريږدی چي په معمول ډول ډير ساده مالوميږی. د بي� �ګی په ټوګه  دلته د م. نظری يو لنډ طنز ليکو: م ديراڅک په منډه منډه د غونډې کوتې ته ځان ورساوه هغه سوچ کاوه چي پرې ناوخته شوي به  وي... نو د دروازې له چولې نه يې دننه وکتل، د رييس لاس يې د کوم شی په رايه اخېستنه کي پورته وليد، نو د ده لاس هم هلته په دهليز کي اتومات پورته شو، او تر ټک ټک وروسته د غونډې کوتې ته ننوت او د نورو غړو په مينځ کي چي د هغو هم ښي لاسونه جګ وه کېناست.  د ده وروسته مدير نواب ،مدير زمری ،مدير جعفر او پريګله ټايپسته چي د هغو هم  ښي لاسونه پورته وه يو د بل پسې د غونډې کوتې ته راننوتل ،رييس د دی کړني په ليدو لږ سور واوښت ، موسکۍ شو او ويې ويل: وبښی ! زما په تخر کي يوه مدار دانه راختلې ده او نه شوی کولای لاس ټېټ کړم ،خير په هر ډول لکه چي د غونډې غړي پوره دی  نو غونډه رسماً پيل وم.     د صوفيه طنزی کيسو نه  چې فلسفی ذوق لری يو مثال د الهی نامه نه را نقل وو: يو ليونی نيشاپور ته تللی وو  په لاره کي يې يوه دغو اوو   ډ‌که دښته  و� �يده.  ويي پوښتل: دا د چا دی ؟  ويي ويل: د عميد نيشاپوری دی . د هغه ځای نه تير شو يوه صحرا يي ډکه له آسانو و� �يده.  ويي پوښښتل: دا آسان د چا دی؟  ځواب يي ورکړ : دا د عميد نيشاپور ی دی.  بيا يو ځای کي يې ډيري رمې وليدې. ويې پوښتل: دا رمې د چا دی ؟ ځواب يې و رکړ: دا د عميد نيشاپوری دی. چی ښار ته � �اغی ډير مريان يې وليدل. ويي پوښت� �: دا مريان د چا دی ؟ ورته وويل شول: دا د عميد دی د ښار په منځ کي يې يو ښه غټ مجلل سرای وليد ويي پوښتل: دا سرای د چا دی ؟ ويي ويل. دا د عميد نيشاپو� �ی... ليوني خپل زړه او څيري څيري لونګۍ له سره پورته او د آسمان  خواته يې وغورځوله او ويی ويل:  دا هم عميد نيشاپو� �ی ته  ورکړه! هغه ته چی ټوله شيان دی ورکړی.   دا چی طنز خندا لری خو هره خندا ل� �ونکی ليکنه طنز نه دی  يا به ټوکه وی يا هجو يا هزل... هجو: يعنی په ځانی ډول د عيبونو او نقصونو  رټنه او د هغو نه کرکه ده په هجو کي د يو چا يا يو ې ډلې عيبونه په نثر او نظم کي بيان کيږی چي کله ښکنځل او توندي خبري هم ورسره وی. هجو او طنز په لويديځ کي تقريباً سر يو دی . دلته د عبيد زاکانی يو  هجو ذکر وو: دهقانی د ر اصفهان په خانه خواجه بهاوالدين صاحب ديوان رفت با خواجه سرا گفت: که با خواجه بگو که خدا بيرون نشسته است او با تو کاری دارد با خواجه بگفت به احضار او اشارت کرد چون درآمد پ� �سيد: که تو خدايي؟ گفت: آری. گفت :چگونه؟ گفت: حال آنکه پيش دهخداو باغ خدا و خانه خدا بودم، نواب تو، ده ، باغ و خانه از من بستدند. خدا ماند   هزل:د ساتيري او خوشالي لپاره په محدوده او خصوصی سطحه رکيکه شوخی ته وايي او د جد ضد ده د بيلګی په ټوګه: ښځه: ډاکتر صايب کله چی زه رومی وخورم زما شونډان پړسيږی ډاکتر:دا هيڅ عجبه نه ده زه چي کله شونډان وخورم رومی مي پړسيږی.   ټوکه: ټوکه په پ� �اخه او عمومی سطحه معتدله شوخي ،  اوساتيري ته وايي، چې د هزل وده کوونکی ډول دی. يا په بل عبارت  طنز  دټولنيز غرض له مخی  هجو ده او ټوکه هغه هزل دی  چي عمومی اړخ لری.  کاشفی سبزواری په بديع الافکار فی صنايع الاشعار کي مطايبه چی ټوکه ده داسي تعريفوی: مطايبه يو معتدل هزل دی.   لکه: مور : په ښوونځۍ کي دی نن څه زده کړه؟ زوی:يا سبا بيا ورځم. د دی تعريفونو نه ښکاري هجو او طنز نېښ  او هزل او ټوکه ساتيری ده د هزل او ټوکې خندا خوږه او د هجو او طنز خندا ترخه ده. شوخي او ټوکې د« فرويد» په قول يوازی د خندا او تفريح لپاره دی بل خاص هدف نه لری نو دا ډول شوخی ته بی ضرره ټوکه«هرملس ويت »وايي او هغه ټوکه چی طعنه او تيری ولری هغه ته« تندينسی ويت» وايي.  د ټوکو نه  يوازی په کلامی طنز کي  کار اخېستل کيږی او په نمايش او فيلم کی که د لوبغاړی سر او وضع  که خندا لرونکي وی هغه ته بيا «هيمور» وايی ، يوبل ډول خندالرونکي بيان ته حاضر ځوابی «ريپارتی»  ده چی زموږ په ادبياتو کي پوه خلکو د پاچاهانو او غټانو ته  به ځواب کي  داسی ټکی کارولی دی او موضوع يې رټلی ده چې کله کله يې ځان او بل څوک له مړينی په بچ کړی دی. کاريکلماتور د دوو کلمو کاريکا تور او کلمه نه جوړ شوی دی  چی لنډي مګر حکيمانه خبرو ته وايي: پرويز شاپور وايي: سوراخ موش روزنه اميد ګربه است. خينی نقل قولونه « کوتيشن »هم خندا لری  دی لکه : سر لوړی سړی هغه دی چي د ميرمني له مصرفه ډيري پيسې وګټي او سر لوړې ميرمن هغه ده چی داسی ميړه پيدا کړی ---- لينا ترنر   بريښتې خبرې« توست»:  لکه: نوکر و امر ته : هغه څوک وختی دی چی ته ناوخته راشی اوهغه څوک ناوخته دی چی ته وختی راشی --- نېښداره خبرې« هيپيګرام»:� �که:  عسکر په سوله کی لکه په دوبی کي د بخاری نل دی ---- اوسکار ويلد   په الفاظو لوبی کول «پون»: لکه:  يودرې پښې سپی بار ته ورغی او ويي ويل : زه د هغه چا پسې ګرځم چي زم ا پښه يې را ماته کړی ده.   شعارونه «  بومپر ستيکر»: لکه:  د سپی نه  مه ډاريږه ! د هغه دخاوند سره پامکوه.   کميدی ډيکشنری: لکه   ماشوم: د يوی خوا ډير غالمغالی او د بله خوا نه د مسوليت احساس نه کوی     ولې څوک هزل يا هجو ليکي : لومړی: بايد وويل شي چي هجوګر  له ځاني کرکي ، نفرت نه له  شره ډکی  ساتيری  ته هڅول کيږ.ی  او خپله بيا د موضوع نه انکار کوی او ادعا کوی دا کار دټولنې دخير اوسعادت لپاره کوی . دوېم: هغوی غواړی جنايت رسوا کړی او حماقت مسخره کړی تر څو د فساد جرړی له بيخه وباسی لکه سنايی چي وايي: «زما هزل هزل نه دی ښوونه ده» او عبيد زاکانی بيا وايی: « هزل خوار مه ګڼه  او په ټيټه سترګه مه ورته ګوره د هجو ګر ژبه د ټولنی تباهکا� �ان پو هاوی او ويده د غفلت له خوبه راويښوي» دريمه انګيزه يې دا ده چی ليکونکی  خپل د ځانګړی بېلګی نه خوند اخلی    طنز څه ډول ليکل کيږی د طنز ډولونه:   نظامي وايي: د محاورت په مجلس کي  بايد ښه  ګفتار ولری اود معاشرت په مجلس کي ښه رفتار په عمومي � �ول ادبي طنزونه دوه ډوله دی: ",دطنــــــــــــــــز په هکله څو خبرې 3610,," د کورنيو چارو وزارت منلې چې د ولسى جرګې غړى فيض الله ذکى درې اونۍ وړاندې د جوزجان په شبرغان ښارکې د يو شمير کسانو له خوا وهل شوي دي . د کورنيو چارو وزارت وياند منلې چې سيمې ته يو پلاوى استول شوي دى . نوموړۍ اوس مهال د ازبکستان په پلازمينه تاشکند کې په يو روغتون کې تر درملنې لاندې دى .فيض الله ذکى د جنرال دوستم دګوند غړى او دګوند وياند وو.ويل شوى چې له تاشکند څخه نوموړى د ټيلفون په ليکه پلاوى ته ويلى چې د جنرال دوستم پلويانو وهلى او ډبولى دى . په دولتى پلاوى کې دولسى جرګې او دکورنيو چارو استازى شامل دي .د ولسى جرګې يوې غړى ميرمن شکريې بارکزى ويلى چې فيض الله ذکى دهغه ګوند نه صدمه � �يدلى چې دى يې غړى وو . نوموړې د جنبش نوم ياد کړى دي . له شبرغان څخه بينوا ته درې اونۍ وړاندې داسې رپوټونه رسيد� �ى وو، چې فيض الله ذکى يوې ميلمستيا ته بلل شوي او وروسته تروهلواو ټکولو لاندې راغلۍ دى . داسې هم ويل شوي چې نومړۍ په دې تور د مرګ ترپولې وهل شوي چې د افغان ولسمشر حامدکرزى څخه ملاتړ کوي . ",دولسىجرګې غړۍ فيض الله ذکى په مرګ وهل شوي 3611,," د غزنى د ګيلان په ولسوالۍ کې د دوه ساعته جګړې په ترځ کې ٢ تنه طالب جنګيالى مړه او ٢ دولتى پوليس ټپيان شوي دي . د غزنى د پوليسو مشر د پېښې پخلۍ کوي او وايې جګړه هغه مهال وشوه چې طالب جنګياليو د ګيلان - دناوې د لارو په اوږدو کې په دولتى پوليسو وسله وال بريد تر سره کړ .په ټپيانو کې د ګيلان ولسوالۍ د پوليسو مشر هم شامل دي .طالب وياند په دې اړوند څه نه دي ويلى . ",غزنى کې ٢ جنګيالى مړه او ٢ پوليس ټپيان شوي 3612,," زابل کې دولتى پوليسو د(توره قلات )سيمه کې له يوکاماز موټر څخه ٢٢٩٧کيلو ګرام نيشه يي توکى تر لاسه کړي دي . د پوليسو مشر نورمحمد پکتين د پېښې پخلۍ کوي او وايى سره له دې چې دموټر چلونکى او ورسره انډيوال يې په تيښته بريالى ، پوليسو يو تن د پېښې په اړوند نيولى دى .ترلاسه شوي توکى د ده په وينا د افغانستان له شمال څخه راليږدول شوي دي . نوموړى منلې چې تيره يوه م ياشت کې پوليسو په دغه ولايت کې ٢٧٠٠ کيلو ګرام نيشه يي توکى ترلاسه کړي دي. ",٢٢٩٧کيلوګرام نيشه يى توکى زابل کې نيول شوي 3613,," یوه ویتنامۍ مېرمن،چې ۱۱۹ وسپنیز مېخونه یې خوړلي وو، په بیړني ډول عملیات شوه. د اې اېف پي خبري اژانس د خبر پربنسټ،نګوین تیمان ۴۳ کاله عمر لري او په رواني ناروغۍ اخته شوېده. هغه اوس د ویتنام دسویلي ښار وین لونګ په یوه پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې ده. هغه د خېټې په درد اخته شوې وه. د ویتنام د یوه پوځي ډاکټر ډګروال لیویت هونګ په وینا، د نګوین تیمان له معدې نه ۱۱۹ اووه- اته سانتي متري مېخونه را اېستل شوي،چې وزن یې یو کیلو ګرامو ته رسیږي. لیویت هونګ وایي، بیړنيو عملیاتو د تیمان ژوند وژغوره.       ",جالب خبر: ۱۱۹ مېخونه یې خوړلي وو! 3614,," د القاعده مشر اسامه بن لادن دويم خپور شوي انترنتى پيغام په ترځ کې عراقى شيعيه ګانو ته ګواښ کړى ، که چيرې په سنى مذهبه عراقيانو بريدونه وکړى، له سخت چلند سره به مخامخ شي .په تيرو دو ورځو کې د اسامه دا دويم پيغام دى چې خپريږي . اوسنۍ پيغام د سوماليا او عراق د مبارزينو په پته خپور شوي ، چې په کې عراقى شعيه مشران مرتد او خاين ياد شوي دي .نوموړى نړيوالې ټولنې ته هم ګوت څنډنه کړې چې سوماليا ته ځواکونه وانه ستوي ، ځکه په دغه هېواد کې اسلامى بنسټ پالې برۍ ترلاسه کړى دى . ده د سوما� �يا له ولس نه غوښتى چې د اسلامى محاکمو د ټولنې چې په سوماليا کې د اسلامى دولت د جوړيدو نيت لري ، ملاتړ وکړي . ",عراقى شيعيه ګانو ته داسامه ګوت څنډنه 3615,," هلمند کې امنيتى چارواکو ادعا کړې ده چې دګډو عملياتو په ترځ کې يې ١١ تنه طالب جنګيالى د سنګين ولسوالۍکې وژلى دي .د وياند محى الدين په ويناکډ عمليات پرون پيل شوي چې � �اهم روان دي .ده ونه منله چې دولتى او ائيتلافى ځواکونو ته په کې مرګ او ژوبله اوښتې. د طالبانو يو وياند قاري يوسف ادعا کړې چې ٥ تنه دولتى عسکر يې مړه اويا ټپيان کړي دي. ده هم ونه منله چې طالب جنګيالى د جګړې په ترځ کې وژل شوي دي. ", ١١ جنګيالي هلمند کې وژل شوي 3616,," کابل: دهېواد په ځینو ولایتونو کې د اوبو د ن� �توالي او وچکالۍ له امله  د غنمو محصولات له 4/4 ملیونوټنو څخه 7/3 ملیونو ټنو ته را ټیټ شویدي.  تېره ورځ د کرنې  وزیر عبیدالله رامین یوې خبري غونډې ته په خبرو کې وویل،چې دغه ستونزه د هېواد په ټولو ولایتونو کې ده، خو میمنه، جوزجان، سمنګان او یو شمېر نور ولایتونه له دې اړخه ډېر زیانمن شویدي. د رامین په وینا،د اوبو له کمي سره د مبارزې په  برخه کې پر  وړ لارو چارو غور نه دی شوی، خو د زیانمنو کورنیو د په نښه کولولپاره یو پلاوی ټاکل شوی دی. عبیدالله رامین د لغمان د ځنګلونو د اور په اړه وویل،چې د ۸۰۰ کسیز کاري ځوک اوخلکو په م� �سته  یې تراوسه پر  ۱۰۰۰ هکټاره ځمکه بل شوی اور غلی کړی دی.  دا په داسې حال کې ده،چې د سیمې خلک له حکومت نه شکایت کوي،چې په اوروژنه کې له دوی سره بشپړه مرسته نه کوي. ",د غنمو تولید7/3 ملیونه ټنو ته راټیټ شوی 3617,," اسرائيلو تيره شپه په غزه کې د فلسطين د دولت د مشر اسماعيل هنيه د کار ماڼۍ تر هوايى بريد لاندې راوستې چې له امله يې ٣ ساتونکى ټپيان شوي دي. د بريد په مهال اسماعيل هنيه په ماڼۍ کې نه وو،او عينى شاهدان وايې چې دوه توغندى په ماڼۍ لګيدلى او د ماڼۍ په دويم پوړ کې د نوموړى دفتر ويجاړ شوي دي .اسماعيل هنيه دماڼۍ څخه د ليدنې په مهال له نړيوالې ټولنې او عربى ټولنې څخه وغوشتل چې ددغه تيرې د مخنيوى په وړاندې اقدامات وکړي .د اسرائيلو فوځ د يو اسرائيلى عسکر د لټون په موخه دفلسطين د غزې په تړانګه ورننوتي دي.دغه عسکر يوه اونۍ وړاندې تري تم شوي دي . اسرائيلو ويلى د يرغمل شوي عسکر تر خوشي کيدو پورې به خپلو بريدونو ته دوام ورکړي . ",اسرائيلو د فلسطين په دولتى ماڼۍ بريدکړى دي 3618,," د هغه اورلګيدنې له امله چې د بدخشان د کشم ولسوالۍ بازار کې رامينځ ته شوې،٥٨ دکانونه او غرفى سوي چې له امله يې ٢٠ ميلون افغانۍزيان هټۍ والو ته اوښتۍ دي .د اورلګيدنې لامل په رښتينه توګه نه دى څرکند . سيمه ايز هټۍ وال تور لګوي چې لومړۍ يې دکانونه چوراو لوټ شوي او بيا ورته اور اچول شوي دي . په سيمه کې يو شمير ځايى اوسيدونکو بينوا ته داسې بېلګې په ګوته کړې چې له مخې يې شک کيږي ، چې اورلګيدنه دې د تيروتنې له مخې رامينځ ته شوې وي .په سيمه کې دولتى پلاوى د اوښتې زيان کچه منلې ، او د و� �سوالۍ امنيتى چارواکو ٢ تنه چوکى داران بنديان کړي دي. ",دکشم هټۍوالو ته ٢٠ ميلون افغانۍ زيان رسيدلۍ 3619,," کندهارښار کې د (PRT ) ولايتى بيا رغاونې د ډلې په دفتر تيره شپه د لاسى بم بريد شوي دي ،چې له امله يې ٣ تنه افغان ساتونکى ټپيان شوي دي . دډلې مشرې ميرمن جولى د بريد پخلۍ کړى او وايى ټپيان د کندهار هوايى ډګر کې د ائيتلافى روغتون ته ليږدول شوي دي .دا وايى په بريد کې کانادايى ځواکونو ته زيان نه دى رسيدلۍ . ",کندهارکې دPRT په دفتر دلاسى بم بريد شوي دي 3620,," افغان امنيتى چاراکو منلې چې ٢ تنه برتانوى عسکر او يو افغان ژباړونکۍ د مخالفو جنګياليو د بريد په ترځ کې هلمند کې وژل شوي او ٤ تنه ائيتلافى عسکر ټپيان شوي دي. نوم وړى کسان هغه مهال وژل شوي چې د سنګين ولسوالۍ کې د برتانوي ځواکونو په يوه اډه د توغنديو بريد شوي دي. په دې توګه په تيرو دريو اونيو کې دبرتانوي وژل شوو عسکرو شميره پنځو تنو ورسيده .برتانيا اوس مهال ٤٠٠٠ ځواکونه افغانستان کې لري . افغان چارواکو او طالب جنګياليو د هلمند دسنګين ولسوالۍ د حيدراباداو زنبوري سيمو کې د سختې جګړې پخلۍ کوي . دواړه لوري ادعا کوي چې يو بل ته يې درنده مرګ او ژبله اړولې ده . په سيمه کې عينى شاهدانو بينوا ته ددرندې جګړې خبره کوي او وايى ډير شمير اوسيدونکى له خپلو کورنو څخه تيښتې ته اړ شوي دي او کورونه يې پريښي دي .شاهدانو ويلى چې سيمه کې هوايى بريدونه هم ترسره شوي دي . دولسى وګړو د مرګ او ژوبلې په هکله رپوټ نه شته.د هلمند د پوليسو مشر ادعا کړې چې ١٢ طالب جنګيالى د گدو عملياتو په ترځ کې وژل شوي دي. ",هلمند کې ٢ برتانوى عسکر وژل شوي 3621,," افغان ولسمشر حامد کرزي له بى بى سى سره په مرکه کې په ډاګه کړې که د افغانستان له پولو بهر د ترهګري د زده کړې مرکزونه او له دوى څخه مالى ملاتړ ونه د� �ول شي ، دهېواد ناکرارى به ټولې سيمې ته خپره شي .نوموړى نه دي ويلى چې څوک ترهګرو ته پيسې ورکوي . ده په مرکه کې منلې چې په خپله د وسله وال طالبانود ځواکونو سره په تماس کې دي .کرزي منلې چې ښايى محبوبيت يې کم شوي وي ، خو ټولې هڅې يې د ده په وينا د وطن د ابادى او ارامى له پاره دي .ده ويلى ستوزې له بهره دي او خوښ يم چې امريکا مې غږ واو� �يداودوى په اصلى ستونزو وپوهيدل.افغان ولسمشر ويلى ما له لومړۍ ورځې د افغانستان د خرابى او بدامنۍ بنسټيز عوامل نړيوالو ته په ګوته کړي او د ملت حق مې ادا کړي دي. ",کرزي سيمې ته د ناکرايو د خپريدو ګوته نيولي 3622,," هلمند کې جګړې زور اخيستى او ويل شوي چې د ګرشک تر سيمې رسيدلې ده . هلمند کې د پوليسو مشر ادعا کړې چې د طالبانو د يو ځايى قوماندان ملاتور جان په گدون ٣١طالب جنګيالى د جګړې په بهير کې وژل شوي دي . دده په وينا تصفيوى ګډ عمليات پرون دسنګين ولسوالۍ کې پيل شوي چې اوس مهال هم دوام لري . طالب وياندقاري يوسف دافغان دولتى چارواکو ادعا نه منى او وايې يوازې يوتن طالب مړ او ٣ تنه ټپيان شوي دي. ده ويلى د ګرشک سيمه کې يې د يو بريد په ترځ کې ١١ تنه امريکايان وژلى اوددوى ٢ موټريې له مينځه وړي دي.له سيمې څخه � �سيدلى رپوټونه وايى چې هوايي بريدونه په هلمند کې ترسره شي او ډير شمير ځايي اوسيدونکى له خپلو کورنو څخه کډه شوي دي.دا هم ويل شوي چې ولسى وګړو ته هم مرګ اوژوبله اوښتې چې تراوسه يې په هکله رسمي رپوټ نه شته . ",د هلمند جګړې زور اخيستى 3623,محمد نعمان دوست - کابل," د رسنيو په دومره ګڼه ګوڼه کې لوستونکي پيداکول رياضت ته اړتيا لري او بيا دغه رياضت ته اوږد وخت په کار دى خو بېنوا وېبپاڼې ، دغه اوږده لاره په کم وخت کې له هرڅه وړاندې د بېنوا پښتو ويبپاڼې دوهمه کليزه ددې ټولو کارکونکو، د پښتو ټولوم ينوالواو ... ته مبارک وايم . د رسنيو په دومره ګڼه ګوڼه کې لوستونکي پيداکول رياضت ته اړتيا لري او بيا دغه رياضت ته اوږد وخت په کار دى خو بېنوا وېبپاڼې ، دغه اوږده لاره په کم وخت کې پوره کړه او دنړۍ په بيلابيلو هېوادونو کې  يې پښتانه مينوال پيداکړل . ارواح پوهان وايي،  نوم بې اغېزې نه وي ،  شايد د بېنوا په دغه پرمختګ کې  د ستر ليکوال او اديب عبدالر ؤف دتخلص ( بېنوا ) اغېز هم پروت وي . خو ددغه پرمختګ بل لامل ددغې ويبپاڼې د چلوونکو د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو له برکته دى . بېنوا ، په دوه کلن منزل کې دهنر ، ادب ، سياست ، تاريخ ، مذهب ، هنر  او ...  په برخو کې مينوالو ته په زړه پورې معلومات راټول او وړاندې کړل او هم يې خپل ولس له تازه پېښو په خپل وخت خبر کړ  . ددغې پاڼې د بريا بل راز زماپه اند تر يوه بريده په بې  پرې توب کې دى ، همدا لامل دى چې د ګڼو فکرونو لوستونکي او � �لمي همکاران يې موندلي دي .  په ټولو برخو غږېدل راته له وسه پورته ښکاري ، غواړم يواځې په هنري برخه يې څه ووايم : پښتو شعرونه   لنډي کيسې    خواږه  طنزونه    پښتو لن� �ۍ   پښتو متلونه    هنري معلومات    ولسي سندري   د ا دبينوا ويبپاڼې د هنر او ادب د برخې سرليکونه دي .  که څه هم په دغو برخو کې لوستونکى کولاى شي د خپلې خوښې مطالب ومومي خو ، په دغو برخو کې داسې ليکنې هم شته چې د ځينو لوستونکو  زړونه سړوي .  شايد د بينوا چلونکي په دې موخه هرډول ليکنه د لنډې کيسې ، شعر او طنز  په نوم خپروي چې ليکوال يې خوشحاله وساتي ، خو پوښتنه داده چې ولې د يو شاعر او ليکوال لپاره د سلګونو او حتى د زرګونو لوستونکو ذوق ته تاوان ورسول شي ؟  زما په اند، ښه به داوي چې هغه څ ېزونه وړاندې کړو، کوم چې ذوقونه لوړوي او د چا خبره دلوړ ذوق خاوندان يې خوښوي .  ولې نن د پښتو فلمونو او موسيقي پرځاى هندي فلمونه او موسيقي ډېر مينوال لري او لا په ډېرېدو دي ؟؟   شايد يوځواب داوي چې پښتو فلمونو او موسيقي ونشوه کولاى د لوړ ذوق خاوندانو ته د هغوى له غوښتنې سره سم څه وړاندې کړي . هغه کسان چې لومړى يې له پښتو فلمونو او سندرو سره شوق و ، هغوى هم وروسته په هندي فلمونو او سندرو مين شوي دي ، داځکه چې ذوقونه لوړيږي او لوړ ذوقونه غوره شيان خوښوي .  کېداى  شي  د مبتذلو پښتو سندر غاړو او فلم  جوړونکو له خپل هنر څخه موخه د پيسو لاسته راوړل وي ، او کله چې پيسه هدف   شي نو نوره ښکلا تر سيوري راولي .  خو بېنو ا چې هيڅ شى دپيسو لپاره نه کوي او نه ورنه ليکوال د ليکنو په مقابل کې پيسې اخلي نو هيڅ عذر يې معقول نه دى . هدف دادى چې بينوا بايد داسې شيان خپاره کړي چې ، ذوقونه لوړکړي او خپل نوم همداسې پورته وساتي . ددې لپاره په کار ده چې د ليکنو په خپرولو کې محتاط وه اوسي او که داسې ونه کړي نو خداى مکړه د يو شمېر پښتو فلمونو او سندرو په ب� �خليک به اخته شي .  د بېلګې په توګه تاسو د طنز برخې ته لاړشئ ، پوره طنز ولولئ  نو  حتماً به  په اخير کې له  دې پوښتنې سره مخ کېږئ چې طنز يې په کوم ځاى کې و ؟؟  همداسې د ځينو شعرونو او لنډو کيسو برخه هم وګڼئ .  بله غوښتنه مې داده چې بايد املا يي او انشايي برخې ته ټينګه  پاملرنه وشي، په ځينو ليکنو کې  په ښکاره دغه تېر وتنې شته او مخنيوى يې په کار دى . يو بل زوړ وړاند يز بيا تکرارول غواړم ، زوړ ورته ځکه وايم  چې يو ځل مې احسان ورور ته هم کړى و .  هغه دا ، کله چې کومه ښکلې نوې کيسه او شعر  خپريږي بايد سر ليک يې د نوي خبر په څېر په اول مخ کې خپور شي ، ترڅو ددغې برخې مينوال خبر  شي چې نوى شى خپور شوى دى .  بل که شونې وي ، يو داسې سيستم دې په کې جوړ شي چې کله د کوم لوستونکي کومه ليکنه په کار وي ، د هغې سرليک وليکي او هغه ومومي Searching))  )) .   بل که له امکانه لر ې نه وي ، غوره به وي چې يوه پاڼه د کره کتنې لپاره بيله شي .  او هغه داچې په اونۍ کې يوه کيسه يا شعر  کره کتنې ته وړاندې او وه ارزول شي .  دغه کار به هم له ليکوالو او هم له لوستونکو سره تر يوه حده مرسته وکړي .  نور نو ... زه ټول د امکاناتو له مخې غږيږم ، نو که بياهم امکان يې وي ، بينوا ويبپاڼې ته د پښتو قاموس ور داخل شي نو غوره به وي .  په پاى کې : خداى دې مين ډېر کا چې خېرې کوي               ماته خو نور چل ددعا نه راځي   نعمان دوست   کابل ، دغبرګولي ٢٨ مه کابل ",د بېنوا ويبپاڼي ددوهمي کليزي په اړه 3624,," ميوندد لومړي  ځل لپاره په هېواد کې د شخصي ترانسپورت جوړوونکى ملي سوداګر   الحاج محمدعمر ممتاز بېګا شپه شنبه د ١٣٨٥ لمريز کال د چنګاښ ١۰ داتياکالو په عمر د زړه د ناروغۍ له امله په اسلام آباد کې  په حق ورسېد . دمحمد عمر ممتاز زوى، اکبر ممتاز وويل چې د پلار جنازه به يې سبا دوشنبه له اسلام آباد څخه دهوا له لارې کابل او له هغه ځايه دښخولو لپا� �ه   دپکتياځاځيو ته ولېږدول شي.   ممتاز  داسلام آباد د طبي پوهنودانسټيټيوټ په   روغتون کې ساه ورکړه . محمدعمر ممتاز  په ١٣٠٥ هجري لمريزکال دپکتيا ولايت دځاځي اريوب ولسوالۍ دعلي خېلو په کلي کې د حاجي جان محمدممتاز   په کور کې وزېږېد . هغه تر دولسمه  دځاځي اريوب په لېسه کې  زده کړې وکړې وروسته يې سوداګري پيل کړه .   نوموړي په افغانستان کې دلومړي ځل لپاره په   کال ١٣٣٨ د(ممتاز ترانسپورت )په نوم د خصوصي  سکتور په چوکاټ کې  دترانسپورت   بنسټ کېښود چې شاوخوا١٥٠ شخصي  ټانک� �ونو پکې فعاليت کاوه او په هېواد کې دنفتي موادو دلېږ رالېږد برسېره يې له بهر څخه هم نفتي مواد رالېږدول  او دح کومت او ولس اړتياوې يې پوره کولې . له ده  سره  دشيکاګو په ښار کې د  امريکا د انټر نيشنل کمپنۍ په نوم  دموټر جوړولودامريکايي، دميلان په نوم د بريتانوي  او دبرني په نوم دموټر جوړولو د فرانسوي کم پنۍ  توليدات ايجنسي وو    ممتاز په ١٣٥٧دکمونستانو له کودتاه وروسته    لومړى  پاکستان او وروسته دامريکا متحده ايالاتو ته مهاجر شو چې تراوسه هم  دهمدې هېوادپه نيويارک ښارکې اوسېده.      ممتاز ترانسپورت هرکال دهغه وخت   حکومت ته ٣٠٠ ميليونه ډالره ګټه رسوله او  اوس   هم  محمد ممتازپه نيويارک کې په سټاک بازار( داسهاموياونډو په بازار)  کې دونډو په پلورلو او پېرلو کې فعاله ونډه درلوده. ", ملي سوداګر الحاج محمدعمر ممتاز په حق ورسېد 3625,عبدالله احسان," بېنوا ويبپاڼه د ۲۰۰۴ ميلادي کال د جولاﺉ پر لمړۍ نېټه ( د ۱۳۸۳ هجري لمريز کال د چنګاښ پرلسمه نېټه) د لمړي ځل له پاره پرليکه شوه ، دوه کاله يې په پرله پسې توګه خپروني وکړې  بېنوا ويبپاڼه د ۲۰� �۴ ميلادي کال د جولاﺉ پر لمړۍ نېټه ( د ۱۳۸۳ هجري لمريز کال د چنګاښ پرلسمه نېټه) د لمړي ځل له پاره پرليکه شوه ، دوه کاله يې په پرله پسې توګه خپروني وکړې ، دا چي هيڅ ډول مالي سرچينه او مرسته کوونکي نه لري ، نو ټوله هغه څه چي په پام کي وه ونه سوه ، مګر هغه همکارانو چي د بېنوا ويبپاڼي سره په افتخاري توګه همکاري پيل کړه کار يې دونه نتيجه ورکړه چي د يو شمېر کارپوهانو په وينا تر اوسه دانټرنټ په نړۍ کي بېلګه نه لري ، بېنو اخپرنيزه څانګه له خپلو درنو همکارانو څخه دزړه له کومي مننه کوي ، او د ويبپاڼي ددوهمي کليزي په مناسبت ټولو ته د زړه له کومي مبارکي وايي . د ږغ اخستلو دتخنيکی اسانتياو نه لرلوله کبله دغه مرکې يولړ تخنيکي ستونزي لري او په ښه څرنګوالي نه دي ټيپ سوي ، هيله ده موږ وبخښی اوپه دې برخه کي موبې وسي ومنی ! غريبي ده اوس مو يو يو جانان بس دﺉ  -  چي د ښکليو ارزاني سوه بيا به ګورو",بېنوا ويبپاڼه دوه کلنه شوه ( په ږغ کي يې واورﺉ ) 3626,خليل الله سروري - کندهار," هر کال دترکي د استانبول په ښار کي د ژوندانه دچاپيريال    تر سرليک لاندي يو معلوماتي سيالي تر سره کيږي. په دغه سيالي کي د نړۍ زيات شمېر هېوادونه گډون کوي . سږ کال د نورو کلونو په څير د ١٤ څوارلسم ځل له پاره  د روان ميلادي کال  د جون په مياشت کي دا سيالي ترسره سوه ، چي INEOP)   2006 International Environmental Project Olympiad )                            خليل الله سروري - کندهار هر کال دترکيې د استانبول په ښار کي د ژوندانه دچاپي� �يال تر سرليک لاندي يو معلوماتي سيالي تر سره کيږي. په دغه سيالي کي د نړۍ زيات شمېر هېوادونه گډون کوي . سږ کال د نورو کلونو په څير د ١٤ څوارلسم ځل له پاره  د روان ميلادي کال  د جون په مياشت کي دا سيالي ترسره سوه ، چي دافغانستان په شمول ٣٠ هيوادو گډون په کي کړي و. دغه سيالي د٢٠٠٦ ميلادي کال دجون د مياشتي  پر څلورمه نېټه چي د ژوندانه  دچاپيريال ورځ ده ، دترکيې د استانبول په ښار کي د ١٤ ځل له پاره پيل سوه او څلور ورځي يې دوام وکړ . په دغه سيالي كي نه يوازي دترکي ښوونځيو زده کوونکي بلکي دنړۍ دهر گوټ څخه هره ښوونځى کولاي سي چي په دې سيالي کي گډون وکړي ، چي سږ کال په دې سيالي کي دنړۍ له گوټ _ گوټ څخه ١٥٠تنو زده کوونکو گډون کړي وو. په دغه سيالي کي چي سږ کال د افغانستان په شم ول ٣٠ هېودانو گډون پكښې کړي وو ، ٧٥ پروژې تهيه سوې وې ، په دې سيالي كي دنړۍ دهر براعظم څخه هېوادونو گډون کړي وو ، چي د اسيا څخه افغانستان ، ازبکستان ، قزاکستان ، عراق او  کوريا هېوادونو گډون کړي وو . لکه څنګه چي مو مخکي وويل چي دغه سيالې څلور ورځي دوام وکړ چي لومړى ورځ يې دسيالي د پرانستلو ورځ وه ،     دوهمه او دريمه ورځ سيالې تر سره سوې  او څلورمه ورځ دنتايجو د اعلان ورځ وه  ، چي په نتجه کي کوريا د ١١ پروژو په درلودلو سره لومړى مقام ، قزاکستان د ٨ پروژو په درلودلو سره دوهم مقام او افغانستان د ٢ پروژو په درلودلو سره دريم مقام تر لاسه کړ . دې سيالۍ ته د افغانستان په استازيتوب په كندهارکي  دشاه حسين هوتك افغان ترك ليسې څخه ويس الدين  ابراهيمي او شاه مسعود ارغنداوي ګډون كړي وو چي دريم مقام يې تر لاسه كړ.                 ", افغانستان په دريم مقام كي 3627,," د يکشنبې په ورځ د افغان دولت د اط� �اعاتو او کلتور وزرات سرپرست سيد مخدوم رهين په پلازمينه کابل کې د ژورنالېستانو سره د مرستې په موخه د لوم ړني صندوق د جوړولو خبر ورکړ ،مخدوم وويل چې تر دې دمه دغه صندوق ته دوه سوه زره افغانۍ راغلې او له نوموړې صندوق څخه به په بېلابېلو وختونو کې له ژورنالېستانو سره په بېړنيو حالاتو کې مرسته وشي . ",د ژورنالېستانو د لومړني صندوق د جوړېدو اعلان وشو. 3628,," د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کم ېسيون چارواکو له يو شمېر رسنيو سره د مرکو پر مهال په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو د وکيل او د جنرال دوستم د پخواني وياند فيض الله ذکي وهل ټکول په کلکه غندلي دي ،ويل کېږي چې ښاغلى ذکي پنځه لس ورځې وړاندې د دوستم په قوي مرکز شبرغان کې د ده د پلويانو له خوا ډېر کلک وهل شوى او وروسته تاشکند ته د درملنې لپاره لېږل شوى دى ،دا لا نه ده په ډاګه چې د دوستم او ذکي تر منځ د کومو خبرو پر سره انډيوالې دومره شلول شوې ده  چې خبره يې تر کلکو وهلو ټکولو رسېدلې ده . ",بشري حقونو د دوستم د وياند وهل ټکول غندلي دي . 3629,," کندهار کې د امريکايي ځواکونو يوه (AH ٦٤) اپاچي چور� �که تيره شپه ٨ نيمې بجې د کندهار سهيل د ترک سند دپاسه غورځيدلى چې له امله يې يو تن پيلوت مړ او يو تن ټپي شوي دي .افغانستان کې د امريکافوځى چارواکو د پېښې پخلۍ کوي او وايى چورلکه هغه مهال راپريوتې چې د کندهار له هوايى � �ګر څخه يې الوتنه کړې وه . د طالب جنګياليو وياند قاري يوسف ادعا کړې چې طالبانو چورلکه ويشتلې او راغورځولې ده .امريکايى ځواکونود پېښې د بشپړ څرنګوالى په موخه څيړنې پيل کړي دي.طالب وياند دا ادعاهم کړې چې د کندهار هوايي ډګر تيره شپه په توغندى ويشتلى. ",امريکايي چورلکه کندهارکې غورځيدلې 3630,," د افغانستان د بهرنيو چارو وزير رنګين سپنتا نن په يو رسمي سفر د امريکې هېواد په  لور روان شو ،د بهرنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر د خبر پاڼې په خبره ښاغلى سپنتا به د امرېکې د ولسمشر له  مرستيال ډيک چېني او له خپلې امريکايي سيالې  مېرم ن  کوندوليزا رايس سره په افغانستان کې د ترهګرۍ د له منځه تللو او د افغانستان د بيارغونې په اړه خبرې وکړي .رنګين سپنتا په دې وروستيو کې په داسې حال کې يو شمېر بهرنيو هېوادونو ته خپل رسمي سفرونه ګړندي کړي چې يوشمېر بهرنيو رسنيو د افغانستان په اړه داسې رپوټونه خپاره کړل چې ګواګي د کرزي په مشرۍ له افغانستان څخه نړيواله ټ� �واله بېزاره شوې ده . ",د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د امريکې په سفر و خوځېد. 3631,," د غزنى د اندړو په ولسوالۍ کې نن د ملى اردو او طالب جنګياليو ترمينځ جګړه شوې ،چې دواړو لورو ته مرګ او ژبله اوښتې . د غزنى د پوليسو مشر تفسيرخان منلې چې اندړو کې جګړه شوې چې له امله يې يو دولتى عسکر مړ او يو ژوبل شوي دي. ده ويلى ٢ طالب جنګيالى هم وژل شوي دي.دطالب جنګيا� �يويو وياند ادعا کړې چې د يو وسله وال بريد په ترځ کې يې ١٢ تنه دولتى عسکر په اندړو کې وژلى دي او ٤ موټر يې له م ينځه وړي دي. د ګير وولسوالۍ کې هم يو دولتى پوليس په خپل کور کې وژل شوي او د غلو يوې وسله والې ډلې د خواجه عمريو په ولسوالۍ کې د (ډاکار) موسسې د کارکونکوپه يو موټر بريد کړي دي. ",غزنى کې مرګ او ژوبله رامينځ ته شوې 3632,," د نورستان دولايتى شورا د مرستيال احمدشاه وکيل زاده په کور د ناپيږانده وسله والو کسانو له خوا دتوغنديو د ويشتلو بريد شوي دي ، چې له امله يې کوراو دنوموړى موټر زيانمن شوي دي . په بريد کې د سر زيان چاته نه دى رسيدلۍ . د والى وياند عبدالوکيل اټک د پېښې پخلۍ کړى او وايىدغه بريد سياسى انګيرنه نه لري او د شخصى دښمنيو له مخې رامنيځ ته شوي دي .خو د مرستيال ورور وايى ورور يې له چا سره شخصى تربګنى او دښمنى نه لري . ",دنورستان دولايتى شوراد مرستيال په کور بريد شوي 3633,ميرويس جلالزې,"      د نوموړي ولايت د امينه  قوم نداني د جنايي امريت مسول نثار احمد پيكار وويل چې په دې چاودنه كي ۸ تنه زدكونكى ژوبلي شوي  چي د يوي حالت يي ډير خراب دى. تر اوسه نده روښانه  چې چاودنه د چا له خواه تر سره شوي ده . ",د هرات په ښځينه پوهنتون كي خونړي چاودنه وشوه 3634,ميرويس جلالزې," د عراق لمړي وزير دا څرګندوني له كويټئ ورځپانې شرق الوسط سره په مركه كي د يكشنبې په ورځ وكړى. نوموړي چي د خليج د هيوادو په  يوده دوره له  عراق څخه د كويټ په لور وخوځيدا دا څرګندوني يې وكړي. هغه په دي اړه نور جزيات ور نكړل. ",نوري المالكي: افغان تروريستان عراق ته راځي 3635,," نن سهار د هرات د پيداګوژى په انستيتوت (ښځينه دارالمعلمين)کې چې دا زادى باغ ته مخاخ موقعيت لري چاودنه شوې چې له امله يې ٨ تنه زده کونکى ټپيانې او يوه ميرمن مړه شوې ده . د روغتون د ډکترانو په وينا يوازې د يو ې ټپى شوې زده کونکى روغتيايي حالت يو څه د انديښنې وړ بلل � �وي دي . دهرات والى سيد حسين انورى چاودنه د هېواد او سولې د دښمنانو کار بللۍ دي. چاودنه نن سهار د ٩ نيمو بجو په شاواخوا کې د انګليسى زده کړود څانګې په څلورم ټولګى کې رامينځ ته شوې ده . ",د هرات په دارالمعلمين کې چاودنه شوې 3636,," واشنګټن: يو امريكايى وګړ� �،چې له ۱۰۰۰ موږكانو سره په يوه كوټه كې اوسيده، د پوليسو ترشك او پلټنې لاندې راغى. د انانوا خبري اژانس د خبر پربنسټ، تېره ورځ سانفرانسسكو كرونيكل ورځپاڼې د ۶۷ كلن راجردير تصوير خپور كړى و،چې له ګڼ شمېر موږكانو سره په يوه كوټه كې څملاستلى و. راجردير وايي، له موږكانو سره يې سخته جوړه ده او پوهيږي،چې له ده سره هم مينه كوي. د سانفرانسسكو پوليس تېره ورځ ددغه سړي كوټې ته ورننوتل او ټول موږكان يې ترې يووړل. د سانفرانسسكو ښاروالۍ د ژوپالنې څانګمشر نانسي تاوارس په وينا، دا ډېره نادره پېښه ده، ځكه تر اوسه يې داسې څوك نه دي ليدلي ،چې له � �سګونو موږكانو سره و اوسيږي. دده په وينا، د موږكانو ډېرښت پخپله راجردير هم له ستونزو سره مخ كړى و، ځكه ورځ په ورځ يې شمېره ډېرېده او خوراكي توكي او كالي  يې ترې خوړل.  ويل كيږي پوليسو راجردير ترټلى او موږكان يې د ښاروالۍ د ژوپالنې څانګې ته ترې وړي دي.    ",جالب خبر:په كوټه كې له زرو موږكانو سره اوسي 3637,," د خوست ښارشمال لورې ته نږدې د متون سيمه کې نن سهار ٧ نيمې بجې چاودنه شوې چې له امله يو تن مړ او يو بل ولسى وګړۍ ټپي شوي دي . سميى ته امنيتى چارواکى رسيدلې او د چاودنې په اړوند يې پيل کړي دي .عينى شاهدانو بينوا ته وويل چې دا يو ځانمرګۍ بريد وو، چې په خپله ځانمرګۍ په کې وژل شوي . شاهدانو دا هم وويل چې نوموړى غوښتل چاوديدونکى توکى ، چې د چايوپه يو ترموز کې يې ځاى پرځاى کړي وو، خوست ښار ته دننه کړي چې په لمده ځمکه( چيکړو) کې د نوموړىد ښوئيدو په مهال چاودې دلى دي.له دې نه وړاندې چا� �واکوويلى وو، چې يو شمير ځانمرګى کسان اوچاوديدونکى توکى خوست ته د ورانکارو عملونو په موخه دننه شوي دي .په خوست امنيتى چارواکو د يو شمير بيلګو له مخې ويلى چې ځانمرګى افغان دي . د چاودني څخه لږ وروسته زموږ همکار له خوست نه دغه ويډيويي انځور رالېږلی ، د ليدلو يا ډاونلوډ لپاره داځاﺉ کښېکاږﺉ ",خوست کې چاودنې مرګ او ژوبله رامينځ ته کړې 3638,," د ائيتلافى ځواکونو يوه خپره شوې پاڼه کې راغلى چې ځواکونو يې د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ کې د هوايى بريد او جګړې په ترځ کې ٢٠ تنه طالب جنګيالى وژلى دي . په پاڼه کې ويل شوي ٢ تنه ائيتلافى عسکر هم ټپيان شو دي . هلمند کې په تيرو څو ورځو کې سختې جګړې شوي ، چې له ام� �ه يې د عينى شاهدانو په وينا ولسى وګړو ته هم ډير زيان رسيدلى دى. په جګړه کې شکيل لوري يو بل لوري ته ددرندې م� �ګ او ژوبلې خبرې کوي .دولتى چارواکو پرون ادعا وکړه چې تر ٣٠ ډير طالبان يې وژلى دي . دا څلورمه ورځ ده چې هلمند جګړې روانې دي او طالب جنګيالي په پرله پسې توګه په ائيتلافى ځواکونوبريدونه کوي . پرون هم د هلمند سنګين و� �سوالۍ کې دوه برتانويان اويو افغان ژباړونکۍ وژل شوي وو. ",هوايى بريد کې ائيتلافى ځواکونو ٢٠ طالبان وژلي 3639,," کابل کې دولتى چارواکو منلې چې د غازي  امان الله خان لور شهزادګۍ (هِنديه د افغانستان) په اروپا کې په کلتوري چارو کې د افغانستان دافتخارى استازي او سفيرې په توګه ټاکل شوې ده . دغه ټاکنه د افغانستان د بهرنيو چارو دوزير ډاکتر سپنتاپه وړانديز او دافغان ولسمشر حامد کرزي د منظورى له مخې تر سره شوې . ٧٧ کلنه شهزادګۍ هِنديه پس له کلونو څو ورځې وړاندې افغانستان ته راغلې او ٤٠ کاله کيږي چې ايټاليا کې ژوند وي. د نوموړې يوې نږدې ملګرې زهرې چوپان بينوا ته وويل شهزداګۍ به نوې ورسپال شوې رسمي چارې د ايتاليا له پلازمينې روم څخه پرمخ بيايي . ",دغازي امان الله خان لورپه اروپا کې سفيره ټاکل شوې 3640,," ټاکل شوې ده نن ناوخته افغان ولسمشر حامدکرزى د توکيو په نړيواله ناسته کې د گډون په موخه د جاپان په لور خپل څلور ورځنۍرسمى سفر پيل کړي . د توکيو په نړيوا� �ه ناسته کې به په افغانستان کې د( ډى ډى ار او د ډاياګ) پروګرام ورازول شوي. چاپان د ددغو پروګرامونو لوى تمويل کونکى هېواد دى .د سياسي چارو څيړونکۍ کريم خرم د ډاياګ پروګرام د هېواد په يو شمير سيمو کې دده په وينا که څه هم لا نه دى بشپړ شوي ،بريالۍ ګڼى او وايى تر اوسه په يو شمير ځايونو کې د غير قانونى ډلو سره وسلې شته . ",افغان ولسمشرد د چاپان په لور روانيږي 3641,," د کاپيساولايت د تګاب ولسوالۍ د ملاخيلو په کلى کې د ځمکې پر سر د وسله والې شخړې په ترځ کې ٤تنه مړه او يو تن ژوبل شوي دي . امنيتى چارواکو په سيمه کې ددغه وس� �ه والې نيښتې پخلۍ کړى او وايى وسله واله شخړه پرون شوې او وسله وال قاتلين له سيمې څخه تښتيدلى دي . ",د ځمکې پرسرجګړه کې ٤ تنه کاپيسا کې وژل شوي 3642,," هلمند کې چارواکو ويلىد دولتى پوليسواو طالب جنګياليو ترمينځ د جګړې په ترځ کې د ٢ پاکستانيانو په ګډون ٧ تنه طالب جنګيالى د نوزاد ولسوالۍ کې تيره شپه وژل � �وي دي . د هلمند دپوليسو مشر نبى ملاخيل وايى جګړه هغه مهال پيل شوى چې د پوليسو په پوسته د طالب جنګياليو له � �وري وسله وال بريد پيل شو . ده ويلى چې د ٢ تنو وژل شوو طالبانو مړى په سيمه کې پاتې دي او نور جسدونه يې وړي دي. ملاخيل وايى دولتى پوليسو ته د سر زيان نه دى رسيدلۍ. ",نوزاد ولسوالۍ کې ٧ طالب جنګيالى وژل شوي 3643,,"  د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا ولسي جرګې ته د باور رايې لپاره د سترې محکمې د ريئس په توګه پوهاند عبدالسلام عظيمي وړاندې شوى دى ، د څ� �ورو کلونو را په دېخوا د سترې محکمې ريس فضل الهادي شينوارى وو چې مياشت وړاندې د ولسي جرګې د غړو د رايو په غوڅ اکثريت رد کړى شو . ",پوهاند عظيمي د سترې محکمې د ريس په توګه وړاندې شو. 3644,," د دوشنبې په ورځ د افغان دولت د ملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ د يوې خبري ناستې پر مهال د هېواد په جنوب کې د غرني يرغل په نامه عمليات بريالي وبلل ،دغه راز نوموړي ډېر زر د غرني قهر په نامه  د نويو عملياتو د پيل کېدو خبر  هم ورکړ ،ښاغلي وردګ هيله م ندي وښوده چې د غرني قهر د عملياتو په پاى ته رسېدو سره به په جنوب کې را پورته شوې جګړه هم پاى ته ورسېږي .بل پلو له نوموړې خبري ناستې وړاندې د امريکا هېواد له خوا د ملي دفاع له وزارت سره دوه سوه زېري لرونکي موټره مرسته هم وشوه ،په دغه مرسته کې دوه زره امريکايي ټوپک او يو شمېر نور لوژستيکي توکي هم وو ،د ملي دفاع وزير وويل چې د نوموړو مرسته شويو موټرو په څېر به  د ٢٣٠٠ موټرو  نورو مرسته هم وشي . ",د غرني قهر په نامه نوي عمليات پيل کېږي . 3645,," همدا اوس د افغانستان پر وخت د ماخوستن لس كم نهه بجې دي، د كندهار ښار يوې درندې چاودني ولړزاوه، د چاودني موخه او علت نه دى مالوم، چي ځاى پر ځاى سوى بم به وي او كه ځانم� �ګى بريد، خو دا چي شپه ده له مامول خلاف د خلكو پر زړونو وېره خپره ده، نه پوهېږي چي څه پېښ سول. ",كندهار ښار يوې درندې چاودني ولړزاوه 3646,مرکه کونکی ايمل پسرلی," د بي بي سي پښتو ويبپاڼي څخه په مننه ک� �زى : د افغانستان جگړه ټولې سيمې ته خپريدلى شي   له بي بي سي سره د ولسمشر کرزي ځانگړې مرکه۲ جولای ۲۰۰۶     د خپل کار په دفتر کې له بي بي سي سره په مرکه کې ولسمشر کرزي د ډيورند له کرښې ها پلو د دۀ په وينا د پښتنو د وژونکو پر ضد هم د گام پورته کيدو غوښتنه وکړه. افغان ولسمشر حامد کرزي خبردارى ورکړى دى چې که د ترهگرو مخنيوى ونه شي نو په افغانستان کې نا امني به ټولې سيمې ته خپره شي . له بي بي سي سره په يوې ځانگړې مرکې کې ولسمشر کرزي وويل د دۀ دولت له وسله والو طالبانو سره په خبرو بوخت دى او دغو طالبانو دۀ ته ويلي چې د يوۀ هندي انجينر په وژنه کې گواکې د دوى لاس نه و . دغه انجينر دوه مياشتې وړاندې په افغانستان کې سر پرې کړى وموندل شو چې د وژنې پړه يې پر طالبانو لويدلې وه . ولسمشر کرزي د ډيورند له کرښې ها پلو د دۀ په وينا د پښتنو د وژونکو پر ضد هم د گام پورته کيدو غوښتنه وکړه. له ولسمشر کرزي سره ايمل پسرلي مرکه کړې او په پيل کې يې ترې د افغانستان د خراب شوي امنيتي په باب غبرگون غوښتى دى . ولسمشر کرزى : په دې کې شک نشته چې د افغانستان امنيتى حالات خصوصا په هغو ولايتونو کې چې له پاکستان سره پوله لري ښه نه دي.او زموږ دجدي تشويش وړ دي. دغه حالات له تيرو دوو کلونو راهيسې مخ په خرابيدوو. داسې زموږ د هيواد ٥٠٠ کسان که دا طالب وي که غير طالب وي په هرنامه يې چې يادوې په پنځو اونيو کې وژل شوي دي. دا په خپله د دې نښه ده چې ام نيت نه دي ښه اويا دا هېواد له يو ډول تيري سره مخامخ دى دتهاجم سره مخامخ دى دبيابان څخه . يا داچې په وطن کې داسې شرايط دي چې هغه ډاډمن نه دي. په هر صورت موږ تشويش پکې لرو. پوښتنه: ولسمشر تاسو واياست چې � �اډه نه ياست چې بهرنى اړخ يې دى او که کورنى يې دى حتما به د حل کومه لاره هم لرئ که داسې وي ستاسو په گومان به يې دحل لاره څه وي ايا خپل کوم نوى امنيتي پلان لرئ او که نړيوال ځواکونه غواړئ چې لا فعال او چټک واوسي ؟ ولسمشر: زه په دې ډاډه يم او د افغانستان خلک هم پوهيږي چې کومه برخه يې کورنۍ او کومه يې بهرنۍ ده . په دې واضح پوه يو . پردې دافغانستان ملت واضح پوه دى. خو نن نه غواړم چې ډير په بهرنۍ برخې خبرې وکړم. نن غواړم پر هغو حالاتو خبرې وکړم چې زموږ د خپلو شرايطو زيږنده دي هغه په ولسواليو کې د پوليسو کموالى دى، هغه د ملي پوځ اساسي تقويه ده چې بايد وشي، هغه زموږ د ادارې لا ډېره اصلاح ده چې باېد وشي . او هغه په نظام کې د فساد او رشوت ورکېدنگ دى چې بايد وشي په ځانگړې توگه مهمه دا ده چې زموږ ولسوالۍ ت� �ويه شي .او پوليس پکې ډېر شي اوتوانمند شي . پوښتنه: ولې تر اوسه پورې دا نه دى شوى يعنې تاسو چې واياست دوه کاله وشول همدا غوښتنه مو وه ولې څه ونه شول ، ستونزه څه وه ؟ ولسمشر: افغانستان يو خوار ملت دى چې له ٣٠ کلونو ورانيو څخه را ولاړ شوى او افغانستان د بهرنيو د مرستو په مټ چليږي. که موږ معاش هم ورکوو دخارج نه راځي لږ ترلږه نيمايي پيسې له بهره راځي، او که موږ اصلاح هم غواړو پيسې يې له بهره راځي اوکه چيرې بدلون هم راولو نو پيسې يې له بهره راځي. نو ددې لپاره کوم بدلون چې موږ دافغانستان په پوليسو کې ،ياهغه تقويه چې زموږ ارزو ده چې دافغانستان په پوليسو کې يې را ولو هغه هم بايد د بهر په مرسته او د هغوى په موافقه وشي دا له بده مرغه زموږ حالت دى او بايد چې ويې منو دغه مو حالت دى . غريبان يو او د غريب سړي احتياج وي نو ما له نړيوالو ځواکونو سره دا يونيم کال په دې اړه ډيرې خبرې کړي. ډير مجلسونه شوي دي . تېره مياشت موږ وتوانيدو يوه توافق ته سره ورسيدو هغه دا چې هغه تعداد د پوليسو چې زموږ دگډې مذاکرې له لارې تعين شوى وو چې ٦٢ زره کسان وو دټول افغانستان لپاره چې دا په اوسنيو شرايطو کې دافغانستان دامن لپاره بس نه دي . خصوصا په هغو ولسواليو کې چې د پاکستان سره په پوله کې پرتې دي بس نه دي . دا مرکه ددې ځاي پر کېکاږلو اوريدلې شى بايد اساسي بدلون پکې راشي. د مثال په توگه د ارغستان يا برمل ولسوالى او هغه ولسوالۍ چې ٦٠ زره ٨٠ کسان پکې اوسيږي او له پاکستان سره نژدې ٣٠٠ کيلومتره پوله لري. يوازې ٤٥ پوليسه لري. په ډېر کم معاش . نو هغوى ښونځى وساتي،.خپله ولسوالۍ وساتي ، خلک وساتي دا پوليس څه وکړي؟ . نو په دې اړه اخته وو موږ دا � �ېر وخت اوس يوې موفقې ته رسيدلي اگر چې دا موافقه هم زموږ لپاره په زړه پورې نه ده خو تر پخواني حالت به ښه وي . نو سبا به زه هغه مکتوب امضا کړم نوى هدايت ورکوم دبهرنيانو موافقه مو پکې اخيستې ده چې دا پوليس تقويه شي زموږ تکليف دغه وو . او ددې نقص نه تروريزم، د هيواد دښمنانو او بهرنيانو گټه واخيسته او وضعه يې راته خرابه کړه. پوښتنه: تا سود پوليسو دتقويې خبره وکړه داسې گونگوسې بلکي خبرونه او رپوټونه شته چې تاسو قومي مليشي روزلي ياساتلي يا غواړئ چې ويې ولري يو ه بيلگه يې په هلمند کې د ملاشير محمد اخند له لوري د ځينو مليشو جوړول دي ايا داهم ددغه پلان يوه برخه ده چې تاسو واياست سبا به يې لاسليک کړئ ؟ و� �سمشر: نه صاحب نه صاحب موږ هيڅ وخت مليشې نه دي غوښتي او نه هم د مليشو غوښتونکي يو مليشوافغانستان دربه دره کړ . دمليشو دلاسه دا خاوره خرابه شوه . په هيڅ وخت کې موږ مليشي نه غوښتي او نه يې غواړو. موږ فقط دا غوښتي چې دافغانستان ولسوالۍ تقويه شي او ولسوالۍ د پوليسو خاوند شي . او په ولسواليو کې دننه د ولسوالۍ دخلکو څخه پوليس وگمارل شي . دا خو مليشه نه ده دا خلک هم حق لري چې د پوليس په توگه په دندې وگمارل شي او کار پيدا کړي . موږ غوښتي دوى هم د منظمو پوليسو په چوکاټ کې راشي دوى به د پوليسو کالي اغوندي،د پوليسو تر قومندې لاندې به وي او قومندان او امر به يې د پوليسو وي دا به تړلي وي ديوې سلسله په څير تر کابله پورې . هغه شى چې بهرنيان ځيني وخت نه راسره پوهيږي درک نه کوي هغه دافغانستان عنعنوي جامعه او دهغه حالت دي . مثلا اربکي هم دوى مليشه بولي . اربکى مليشه نه ده اربکى زموږ په � �ويه پکتيا کې دارسم دى د سوونو کلونو هغه دقوم ساتونکي دي هغه مليشه نه دي هغه پخوا هم په افغانستان کې وو افغانستان يې ساتلى دي او سبا به يې هم ساتي .  که موږ معاش هم ورکوو دخا� �ج نه راځي لږ ترلږه نيمايي پيسې له بهره راځي، او که موږ اصلاح هم غواړو پيسې يې له بهره راځي اوکه چيرې بدلون هم راولو نو پيسې يې له بهره راځي.   پوښتنه: ليکن که يوبل ولايت کې هم که څوک ووايي چې موږ قومي مليشه ساتواو د اربکي نوم ورکړي هغوى به هم پريږدئ ؟ و� �سمشر: بل ولايت يې نه شي کولاى ځکه هلته دا عنعنه نشته په لويه پکتيا کې دا عنعنه شته او هغه هم موږ تر اوسه عم� �ي کړى نه دى . زه تاسو ته توضيح درکوم چې اربکي ، پوليس او مليشه له يوبل سره جلا دي.موږ د مليشې مخالف يو او مليشې نه غواړو. موږ غواړو چې پوليس تقويه شي دنيا دې زموږ پوليس راتقويه کړي . پوښتنه: نړيوالې رسنۍداسې ښيي چې گواکې افغان مشرتابه په اداره کې پاتې راغلى دى خپله دعادي افغانانو په نظر کې هم يو ډول توپير اوس احساسيږي له هغه وخته چې د ولسمشرۍ ټاکنې کېدې ، اوس ځيني داسې احساسوي چې گواکې خپله ستاسو گرانښت هم له هغه وخته کم شوى ستاسو په گومان ولې داسې شوي دي ؟ ولسمشر: دا طبعي خبره ده. طبيعي خبره په دې ده چې موږ يو خوار او ټوک ټوک هيواد د جوړيدو وخواته بيايو .نو چې د غه ډول هيواد دجوړېدو خواته بيايو نوهغه ناخوالې او خرابۍ چې په دې هېواد کې دي دهغو اصلاح هم بايد وکړو او اداره هم باېد وکړ . دافغانستان دخلکو هيلې پرځاى او ډېرې دي ، د دغو توقعات ټول پوره کول په يوه وخت کې ممکنه خبره نه ده . زما خپله هيله دا ده چې دغه هيواد ژر ودان شي خو حقيقت دا دى چې ژريې نه شوکولى . ولسمشر کرزى : زما دا هي� �ه نه ده چې زه دې سږکال هغومره په خلکو گران واوسم. چې تير کال وم.په ډېرو برخو کې ددنيا مرستو ته هم اړيو هغه ددنيا مرسته هم کله پروخت را ورسېږي او کله را ونه رسيږي او په خبرو اترو کې چې څه کار کولاى شو اوڅه نه شوکولاى . نو ټول داشيان چې په نظر کې ونيسو ستونزې لرو او دې ستونزو ته هره ورځ دحل لارې پيداکوو . څلور کاله زما دحکومت تيريږي له موقتې دورې نيولې بياتر اوسه پورې له حکومته د خلکو انتظارات زيات و خو ټول په يو وار حل کيداى نه شي. او خوابدي او ناخوښي مينځ ته راځي . او زه ډېر حقيقت بينه يم . زما دا هيله نه ده چې زه دې سږکال هغومره په خلکو گران واوسم. چې تير کال وم. يا تېر کال به هغوم� �ه گران پرخلکو وم چې ترهغه دمخه چې وم . خو خلکودې په دې راسره پوه شي چې زما آرزو روزمره کوشش ، خواري دافغانستان د ښيگڼې او ښه کولو وخواته ده پوښتنه: ولسمشر کرزى پرتاسو يوه نيوکه چې عام ولس او حتي يو شمېر نړيوال ديپلوماتان يې هم کوي داده چې تاسو له مصلحتونو کار اخلئ او په مصلحتونو کې موهم گواکې مصلحت دادى چې د مجاهدينو له يوې خاصي کړۍ سره تاسو پالۍ ، همداسې ده ؟ ولسمشر: افغانستان پر مليشو،ډلو او نتظيمونو ويشلى يو هيواد دى. دې هيواد ته بهرنيانو لاس اچولى و او قومونه يې يو دبل سره اچول او بې اتفاقه کولو يې او ډير انسانان په دې کې برباد شوي دي. زما اوله دنده د يوه عادي افغان په توگه چې د طالبانو او دبهرنيو مداخلو پر وړاندې د ملي وحدت غږ و. د هغې سلسلې چې زه ورسره اړيکې ل� �م دافغانستان دقومي مشرتابه، او تعليم يافته و همدا غږ وو. زه چې دموقتې ادارې مشر شوم زما اوله دنده هغه ورځ نن او سبا او ترهغه ورځې ولمشر وم دا به زما او له دنده وي چې ملي وحدت ساتلى وي. اودا به پالم او دا ددې ولس حق دى پر ما د ولسمشر په توگه . نوپه هغه افغانستان کې چې سلو مختلفو ډلو ، ټبرو د ټوپکو،زورتر لاس لاندې وو ما بايد ټولې هغه لارې بايد غوره کړي واى چې دا ولس مې کرار کرار سره را غونډ کړي واي او ملي وحدت واى او د نظام جوړولو وخواته مې بيولاي وايي . دا په زور او شدت هميشه نه کيده. کله به مو شدت کاو کله به نرمي کوو چاته به وايو په اغا او په لالا چې مه کوه او چاته به په ټينگه واېو چې دا مه کوه که چيرې دا مصلحت وي نو دا مصلحت مې پرون هم درلوده نن ېې هم لرم او په راتلونکې کې به يې هم لرم. چې افغانستان را غونډ وي. او دافغانستان د جوړولو لپاره ، ( افغانستان ) ډير نازک او ښکلى لوښي وو چې بايد په طوفان کې مو تر يوه ځايه رسولاى وو او دالوښى زما په لاس کې وو . دا مې را ورساوو د طو فان وڅنډې ته دا څنډه هم لا خط� �ناکه ده . نو اوس هم ډير احتياط کوم ځيني کسان پر ما دا نيوکې کوي ، زه په خپله لاره پوهيږم او دا لاره به پرمخ بيايمه تر کومه چې زه پوه شم دغه هيواد ډاډمن شوى دى. تر او سه لا نه يوو خوندي . وروره دنيا هم هغه مرسته چې بايد راسره ويې کړي په ځينو برخو مواردو کې نشته . نو موږ پوهيږو او خپل مو وسايل پوهيږي ددغو وسايلو په رڼا کې به دا کارونه کوو . پوښتنه : يعنې تاسو دا واېاست چې دغه مصلحتونه د مجبورۍ له کبله دي ځکه که داسې ونه شي گواکې دغه خلک کېداى شي چې کوم غم جوړ کړي ؟ ولسمشر : غمونه يې جوړ کړل ، غمونه يې پخوا هم جوړ کړي و بيايې هم جوړلى شي.په کابل کې دې څو شپې وړاندې چور اوچپاول وليده؟ پر ما نيوکه ده چې ولې پوليسو سخت عمل ونه کړ؟ ما پوليسو ته وويل چې ډزې ونه کړئ.. که چيرې ډزې شوي واى او دلته دخلکو په سوو دغه زامن که اهل وو او يا نا اهله وژل شوي واى دا به ښه و؟ او يا دا چې په کمو تلفاتو مو دغه مسله کنترول کړه؟ نو سړى احتياط کوي په ژوند کې . نظام مو نه دى جوړ. نو دافغانستان خلک په دې بايد پوه شي چې نظام مو دې حالته نه دى رسيدلى چې په سمو وسايلو کار وکړي. له پوليسو سره يوازې ټوپک و، نه ډنډې ورسره وې او نه هم د اوبوشيندلو وسايل که چيرې له ټوپکه کار اخيستل شوى واى نو په سلگونو کسان به پکې � �هيدان شوي واى.. او کورنۍ به برباد واى . نو زه په خپله لاره ولاړ يم که هرڅومره نيوکې هم راباندې کيږي . دځينو حلقو لخوا دانېوکې را باندې کېږي بهرنيان يې هم راباندې کوي له مجاهيدينو سره هم کښينم ،له خلقيانو پرچميانو سره هم کښينم له هر ډول انسانانو سره کښينم چې په عادي ژوند کې ولله که روغبړ هم ورسره وکړم خو د و� �سمشر په توگه زه مجبوره يم چې ورسره کښينم او خبرې ورسره وکړم.. چې دا هېواد يوې خواته بوځو. پوښتنه : ولسمشر کرزى که بهرنۍ اړخ يې اوس ياد کړو د امرېکا دبهرنيو چارو وزيره ميرمن راېس په داسې وخت کې افغانستان ته راغله چې تاسو پر نړيوالې ټولنې نيوکې وکړې او دترهگرۍ پر وړاندې جگړه مو له افغانستان نه دباندې وغوښته ددې تر غوږو به هم داخبرې حتما داخبره ور رسېدلي وي . ددې غبرگون ، ځواب او پيغام يې څه وو؟ ولسمشر: زما دنړى سره د بهرنۍ لاس وهنې په باب په دي سېمه کېي چې په افغانستان کې کېږې څلور څلور نيم کاله کيږي له هغې ورځې چې زه دلته راغلى يم ما دوى ته دا خبرتيا ورکړې چې د افغانستان د دخرابۍ اصلي عوامل چيرې وو.؟ و بياهم که چيرې افغانستان ته سوله نه راتله د دې عوامل به چيرې وي؟. د افغانستان دملت دا حق ما پر ځاى کړى دى. هره ورځ مې دنيا ته ويلي چې مشکلا ت چېري دي او له کوم ځاېه راځي دا مې هم ورته ويلي چې زموږ داخلي ستونزې چېري دي او په کورنيو چارو کې پاتې راتگ دا زموږ ستونزه ده زه خپل ځان پکې ملامتوم.  موږ يو خوار او ټوک ټوک هيواد د جوړيدو وخواته بيايو .نو چې د غه ډول هيواد دجوړېدو خواته بيايو نوهغه ناخوالې او خرابۍ چې په دې هېواد کې دي دهغو اصلاح هم بايد وکړو او اداره هم باېد وکړ .   او دحکومت اعضا ملام توم که په کې ناکامه شو . اما بهرنۍ برخه زموږ دستونزو چې له بهر نه راته راځې ، روزل شوى سړى او يا تروريست راته راځي . دا ستونزه موږ نشو حلولى. د ا د نړيوالې ټولنې له موږ سره تړون دى چې دا ستونزې راسره حل کړي. او ده همدې لپاره نړيواله ټولنه افغانستان ته راغله چې ترهگر وشړي او خپل ځان هم له تروريزم څخه وژغوري. دخپلې ساتنې لپاره راغله په دې کې د نړيوالې ټولنې دنده دا ده چې دافغانستان دبيارغونې سره مرسته وکړي دافغانستان ملي موسسې پوليسو او پوځ تقويه کړي او له تروريزم سره مبارزه وکړي. په تير يو نيم کال کې له دوى سره زه په دې اخته وم زړه مې تنگ شو نتيجه لاسته نه راتله. نو دا مې هم ورته وويل چې ا دوستانو سخته حمله د تروريزم پر افغانستان له بيابانه راروانه ده نو مجبوره شوم غږ مې وکړ چې زه په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې د ترهگرى په وړاندې د مبارزې د تگلارې بدلون غواړم . يوه مياشت دمخه په کندهار ، هلمند، روزگان، زابل پکتيا ، پکتيکا او کنړ کې ٥ سوه انسانان ددې هېواد که طالب وو که غېر طالب دواړه ددې خاورې خلک وو ووژل شول . ددې مسوليت دچا پر غاړه ده که له بهرنه راغلي ولي راغلي دنيايې ولې مخه نه نيسي او که په کوردننه مشکل دى دانو بيا ډېره مهم او اساسې خبره ده دا نو بيا ددنيا کار نه دى له موږ سره دا نو بيا دافغانانو کار دى چې سره کښېني او داستونزه سره حل کړي. نو ما نړۍ ته دا ويلي که ستونزه په موږ افغانانو کې وې نو گوته ماته ونيسه او راته ووايه چې دغه ستونزې په خپله حل کړو او که چيرې دبيابان لاس دى او دخارج لاس دى او له بهرنه داستونزه راته پيښېږې نو بيا له ماسره ملگرى شه او ورشه ورته ووايه چې نور په افغانستان کې مداخله مه کوه . د ترهگرۍ پر ضد اساسي مبارزه وکړه او داغواړو نن يې هم غواړم سبا يې هم غواړم او تردې خبرې نه تېرېږم . زه په دې خوشحاله يم چې امريکې حکومت او ايتلافي ځواکونو زما خبره واوريده اوپه دې خوښ ېم چې د امريکې د بهرنيو چارو وزيره ژر ترژره کابل ته راغله او راته ويې ويلي چې کرزيه وايه مشکل دې څه دى او ما دا خپل ټول مشکل ورته وويلې او خوښ يم چې پوه شوله زموږ په ستونزو کنفرانس يې تاسو واو� �ېده او دا د صحېح دوستۍ علامه وه اوموږ ځينې خوښ يو. پوښتنه : په افغانستان کې د ناټو قومندان واي چې نړيوال بايد د ولسمشر کرزي يعنې ستاسو خبرو ته غوږ کېږدې او دده په گرمان د روانو حالاتو ېو دليل هم همدادى چې نړيوالو دافغان مشرتابه خبرې اورېدلي خو منلي يې نه دي له ميرمن رايز سره ترلېدو او له هغې سره تر خبرو وروسته څ و مره ښاغلي ولسمشر تاسو ډاډه ياست چې دا کار دا ځل شوى دى ؟ هرځاى چې ترورېست يا افغانستان ته را استوي او ېا د ډيورنډ و اخوا د پښتنو پر ضد استعمالوي هغه ځاى ته بايد گوته ونيول شي. ولسمشر: موږ خو خپلې خبرې وکړې او دوى هم زموږ خبرې واوريدې او په ډېر برخو کې توافق راسره وو څه شيان مو سره وسنجول او زه اوس په انتظار يم چې د دوى له خوا په هغو اصلاحاتو کې چې ماغوښتل په ځانگړي توگه د پو� �يسو دتقويي او امکاناتو په برخه کې څه راسره کوي . په دغو حالاتو کې چې له هرې خوا تر حملې لاندې يو او وسايل مو دفاع وړ نه وي بيا نو مجبوره يو چې غږ وکړو او خداى دې وکړي چې ژر احوال راکړي . پوښتنه: ديوه امريکايي جنرال له خولې رسنيو رپوټ ورکړى چې گواکې طالبان له گاونډي پاکستان نه خپل عم� �يات اداره کوي دا هغه خبره ده چې افغان دولت له ډېرې پخوا څخه کوله . که دغه ادعا رښتيا وي ستاسو په گومان ولې نړيواله ټولنه په دې اړه څه نه کوي ولسمشر: سوال په دغه ځاى کې دى ، زموږ مشکل او غوښتنه پردغه ځاى کې ده ، دا زما غږ دا څو ورځو وړاندې هم له نړيوالې ټولنې څخه همدا وه ، زه خوشحاله يم چې دې امريکې جنرال دا خبره کړې ده. اومنلي يې ده موږ به له دوى سره په دې کې مرسته وکړوخو موږ غواړو چې زموږ گاونډيان او په ځانگړې توگه پاکستان له تروريزم سره په مبارزې کې هغه لاره غوره کړي چې هم د دوى په گټه وي او هم زموږ په گټه. ده . گوره نن په ټول افغانستان کې ورانۍ کيږي خو خصوصا په جنوبي ولايتونو کې که تاسو ځير شې په هغو ولايتونو کې چې له پاکستان سره گډه پوله لري دا ورانى ډير دى هر ورځ ښونځي ، روغتيايي مرکزونه سوځول کيږي ، قومي مشران ،ښونکي او ديني عالمان،هندي انجينر،کاناډايي ميرمنه يا عسکره، امريکايي انجينر او نور بهرني کا� �کونکي وژل کيږي . نو د بهرنيو هيوادونو خلک به وايي دا زموږ ډاکټران ، انجينيران،او سرتيري په افغانستان کې افغانان وژني نو دوى به زموږ په اړه فکر کوي چې آيا افغانان د دې وړ دي چې موږ ورسره مرسته وکړو؟ او که ورسره مرستې کوو نو وژل کيږو ولى ؟ بيا دا زموږ دنده چې ورته ووايو دا افغانان نه دي چې دا کسان يې وژلي . ښه نو چې افغانان نه دي نو څوک دي . هغه ځاى بايد پيداشي هغه ته باېد گوته ونيول شي هغه بايد معلوم شي . زما غږ دنيا ته همدادى چې اه دنيا افغانان ارامي غواړي ژوند غواړي در بدره دى ٣٠ کاله يې په مصيبت او په توطيه ، په مداخلو او په اشغال کې تېر شوى دى . غواړي چې خپل وطن جوړ او اباد کړي دا زموږ غږ دى . پوښتنه: نو ايا طالبان افغانان نه بولى ؟ ولسمشر: هغه طالب چې افغان دى او ده افغان بچى دى په ژوند په خداى که خپله خاوره خرابه کړي.دهيڅ افغان بچى دا کار نه کوي . زه طالبان پيژنم او ما له طالبانو سره وخت تير کړى . اصل طالب ددې خاورې دا کار نه کوي . ماته يې احوال راکړى دى . ماته طا� �بان راځي او احوال راکوي . ماته يې ويلي چې کرزى صاحب موږ نه يو هغه هندي انجينير چې څوموده وړاندې ووژل شو او سر يې ځېنې پريکړ ماته طالبانو احوال راکړ چې دا موږ نه دى کړى او زموږ له نامه څخه گټه و اخيستل شوه. پوښتنه: هغه وسله وال طالبانو تاسو ته داخبره وکړه ؟ ولسمشر: بلکل .پوښتنه : نو چې دوى تاسو سره خبري کولاى شي ولې وسله پر ځمکه نه ږدي ؟ ولسمشر: احوالونه را استوي ، خبرې را استوي هره ورځ احوال را استوي وړمه ورځ هم راغلي و او ما ورسره خبرې وکړې. راځي ددې وطن خلک دي او خوايې بديږي په دې هېواد . زما سوال له ملا عمره او د دوى نورو مشرانوڅخه چې په بهر کې په ميلمستونونو کې ناست دي دا دى چې، اه ملا عمره دخداى روى ومنه که ته په دې کې ولاړ يې چې دا ځوانان را استوى مرگ ته يې ورکوي او خپله خاوره هم پرې خبرابوي نو ولې؟. دا خو نه اسلام دى او نه هم افغانيت. او که ته پرې خبر نه يې بل څوک يې ستا په نامه کوي نو بيا اسلاميت،افغانيت او غيرت دا غواړي چې ته اعلان وکړې چې دا کار ما نه دى کړى. چې خپلو منځو کې س� �ه پوه شو. دا دافغانستان حالات دي . که تاسو د ډيورند هاخوا په وزيرستان کې وگورې دغه مصيبت چې زموږ په منځ کې له تير يونيم کال راهيسې پيل شوى د پولې هاخوا هم پيل شوى دى په پښتنو کې د پاکستان . هلته ښونکى ،قومي مشر،خبريال او کار پوه وژل کيږي. مکتب سوځول کېږي . او خلک تعلېم ېافته او دقوم سپين ژېرې فرار ته مجبوره کيږي . داڅوک دي زموږ قومي مشران او دډېو رنډ و اخوا دقومي مشرانو وزل او تهدېد څوک کوي زموږ غوښتنه زموږ له ورونو د پاکستان له حکومت څخه هم دا ده چې دا مصيبت څوک راپيښوي راځه چې لاسونه سره ورکو که � �اسره قانع يې او داورک کړو. که نه ددې څخه به ډېره لوېه بلا جوړه شي . دا داسې نه ده چې يوازې به افغانستان پکې برباد وي افغانستان والله که بالا برباد شي . موږ شايد څه وخت ستونزې ولرو انسانان به مو وژل کېږې خو دا مملکت کاميابه دي ځکه چې ددې خاورې خلک ددې ملت کاميابي غواړي او موږ سل په سلو کې ب� �يالي يو او انشا الله خپل مقصد ته به رسيږو. پوښتنه: تاسو واياست د ډېورنډ دکرښې اخوا او ديخوا چې کوم خلک تخريب کوي يودي سره او دا پاکستان ته هم گواښ پيښوي ليکن په عين حال کې تيره اونۍ چې تاسو د ست� �اتيژيکې همکارۍ خبره کوله تاسو وويل هغه ځاى دې په نښه شي چې ترهگروته وسلې ورکول کيږي .......... و� �سمشر : بلکل هر ځاى چې دي هرځاى چې تروريست روزل کيږي ، ترورېست ته پيسې،وسلې ورکول کيږي او هرځاى چې ترورېست يا افغانستان ته را استوي او ېا د ډيورنډ و اخوا د پښتنو پر ضد استعمالوي هغه ځاى ته بايد گوته ونيول شي. هر ځاى چې وي . که دا په افغانستان کې وي او که له افغانستان نه بهر باېد په نښه شي . پوښتنه: يعنې په دې حساب دا ستونزه د پاکستان هم ده او بايد پاکستان په دې کې لاس ونه لري ځکه چې په خپله خاوره کې خو څوک څه نه خرابوي . ولسمشر: دا ستونزه ددې سيمې ده زموږ هيله او وينا هم همدا ده چې سيمه دې داسې فکر نه کوي چې زه به يوازې افغانستان پکې سوځم. دا اور وروره امکان ددې نشته چې دادې يوازې پر موږ پورې محدود وي . رسيږي تر هر ځايه چې رسيږي . او زه . تر څو چې په دې خاوره کې ولسمشر يم نه پټه خوله کيناستى شم ، نه يې زغملى شم، هم مې مسوليت دى او هم مى آخرت دا راته وايي .زه د خبرو لاره غواړم.  زما غږ دنيا ته همدادى چې اه دنيا افغانان ارامي غواړي ژوند غواړي در بدره دى ٣٠ کاله يې په مصيبت او په توطيه ، په مداخلو او په اشغال کې تېر شوى دى . غواړي چې خپل وطن جوړ او اباد کړي دا زموږ غږ دى .   پوښتنه: پاکستان وايي چې افغانستان په کور دننه هم ستونزې لري . ولسمشر کرزى په دې وروستيو کې مې ستاسو له يوه والي سره مرکه لرله هغه راته وويل چې قاضيان يې په ښکاره رشوت اخلي . ستاسو دکابينې ځېنو پخوانېو لوړ پوړوچارواکو هم ويل چې گواکې ځينې لوى کسان په دولت کې په قاچاق اخته دي . ستا سو خپله هغه پخوانۍ هېله هم چې گواکې کار به ېې اهل ته سپارئ د ډېرو افغانانو په گومان نه دى ترسره شوې نو ايا داسې کوم تغير ممکن دى کوم نوى پلان لرى چې د خلکو دغو ريښتېنو اندېښنو ته ځواب ورکړى . ولشمسر: وروره، دغه کوښښ مې له اوله ورځې څخه تر ننه کړى دى. چې ټولو هغو کسانو ته کار ورکړم چې زموږ په نظر کار کولى شي. او ازمويلي مې هم د ي له بهرنه مې هم افغانان راوستلي دي . دننه په افغانستان کې مې هم ځوانان پيداکړي او کار مې ورکړى دى . سپينږيرو ته مې هم کار ورکړى دى ، چې استعداد مو پکې ليدلي دا کار مو کړى دى. کوښښ مو کړى دى چې دا کار پر ټولو افغانو وويشل شي او هېڅ وک بې برخې پاتې نشي . خصوصا پر هغو کسانو چې استعداد لري. خو په ځينو مواردو کې پښيمانه شوي او ناکامه شوي دي . له بهر راغلي ځيني کسان د دې پرځاى چې کار وکړي دلته يې د ځان لپاره شتمني پيدا کړې او هېواد يې بېرته پريښى بيا تللي دي. ځيني کسانو چې په داخل کې کښيناستلي کار يې نه دى کړي . زه منم چې رشوت شته ، اداري فساد شته . اوپه دې ټوله سيمه کې شته افغانستان يوازې نه دى. د يوې نړيوالې ټو� �نې د سروې له مخې يوازې ايران پر افغانستان په منطقې کې ښه دى. خوبيا د نورو ټولو گاونډيو هيوادونوپه پرتله ادا� �ي فساد په افغانستان کې کم دى. خو دا په دې مانا نه ده چې موږ ووايو افغانستان له نورو هيوادنوڅخه ښه دى. او د اداري فساد کچه يې کمه ده. د خوشحالې څاى هغه وخت دى چې افغانستان د ښه اداره لرونکيو هيوادونو په ډلې کې وشمارل شي. دا وخت غواړي ، دا مسلکي انسانان غواړي ، دا د قانون پلي کول او د قضايي سيستم او څارنوالۍ اصلاح کول غواړي. . په دې اصلاحاتو لگيا يو او ډير وخت به پرې ولگيږي. زما دوره به ختمه وي او فساد به ختم نه وي.او حتى د بل ولسمشر دوره به هم ختمه وي خو بيابه هم د فساد لمنه نه يې ختمه شوې. په هيڅ ځاى کې نه ده ختم او په افغانستان کې به هم ختم نه شي خو د اصلاح د ښيگڼې وخواته د بدلون هڅې بايد تل جاري وي . ",دولسمشر کرزي سره دبي بي سي ځانګړې مرکه 3647,," تيره شپه څه کم ٩ بجې د کندهارښار زړه د م يلمستون په يوه امنيتى پوسته او د کندهار د پخوانى والى ګل اغا شيرزوى د کور په دروازه کې ځانمرګۍ بريدترسره � �و ، چې له امله يې په خپله ځانمرګى او يودولتى پوليس مړ او ٥ تنه نور دولتى پوليس ټپيان شوي دي. د کندهار ولايت وياند احمدي بينوا سره د بريد پخلۍ وکړ او د ټپيانو حالت يې د اندېښنې وړ ونه باله . ده ومنله چې ځانمرګى خپل ځان په پوسته کې چولۍ دي.يوې بلې سرچينى د ٤ تنو ټپيانو ټپونه د انديښنې وړ بللى دي. ",ځانمرګى بريد کندهار کې يو دولتى پوليس وواژه 3648,," افغان ولسمشر حامد کرزى د ډي ډي آر او � �اياک په نړيوال کنفرانس کې د ګډون په موخه د جاپان پلازمينې توکيو ته رسېدلى دى ،د ډي ډي آر او ډاياک نړيوال کنفرانس د افغانستان ،توکيو او ملګرو ملتونو په مشرۍ او د افغان  ولسمشر حامد کرزي په پرانېستونکې وينا پ� �انستل کېږي .له کرزي سره په دغه سفرکې د ملي امنيت سلاکار زلمى رسول ،د کليو د بيارغونې او پراختيا وزير انجينير احسان ضيا،د کار او اقتصاد وزارت سرپرست مير محمد امين فرهنګ ،د ملي دفاع وزارت مرستيال يوسف نو� �ستانى ،د باندنيو چارو وزارت مرسيتال زلمى عزيز،او د ولسمشر د دفتر ريئس جاوېد لودين ملګري دي . ",ولسمشر کرزى د جاپان پلازمينې توکيو ته ورسېد . 3649,," د بلخ ولايت د خلم ولسوالۍ کې تيره شپه ٢ بجې ناپيږانده کسانو د تچنجونو ښوونځۍ ته اور اچولۍ دى . چارواکو منلې چې يوازې د ښوونځۍ اداره سوې او ځايى اوسيدونکى توانيدلى چې اور مړ او دخپريدو مخه يې نيسي . ورانکارو لومړۍ د ښونځى په اداره تيل ښيندلى او وروسته يې ورته اور اچولۍ دى. ",بلخ کې د نجونو يوې ښوونځۍ ته اور اچول شوي 3650,," په بګرام کې د امريکايانو له جيل څخه د مل� �پخلاينې د کميسيون د هلو ځلو له مخې نن ٣٠ تنه افغان بنديان خوشي شول .د کميسيون چارواکو څرګنده کړه چې په رات� �ونکى نږدې کې به ٣٠ تنه نور هم له بګرام څخه خوشي شي . د نوموړى کميسيون د چارواکو د هلو ځلو په پايله کې تراوسه پورې ٤٣٠ تنه بنديان د بګرام له جيل څخه ازاد شوي دي. يوشمير بنديانو سرټکاوه چې بېګناه وو، او د شخصى تربګنيو له مخې بنديان شويدي.د کميسيون چارواکو دا هم ياده کړه چې دګوانتانامو له جيل څخه به يو شمير افغان بنديان � �اخوشي شي . ",د بګرام له جيل څخه ٣٠ تنه بنديان خوشي شول 3651,,"   له لرې سمبالیدونکي بم چاودنې نن سهار ٧:٤٠ دکابل ښار ختیځ لویدیځ لورته دکارته نو په سیمه کې دکورنیو چارو وزارت پورې اړوند دپولیسو ټاټا موټر سره جوخت وچاودیده او له امله یې ٢ پولیس ټپیان شول چې دیوه حالت داندیښنې وړ دی. محمد اغا دکورنیو چارو وزا� �ت پولیس په همدې موټر کې ناست وه بینوا ته وویل چې دا تم ځای دی نن هم دتل په څیر مو پولیس موټر ته ختل چې ناببره چاودنه وشوه. ",یوې چاودنې کابل کې ٢ پولیس ټپیان کړل. 3652,زمان سباوون ستانیزی," 11 تلین  د پوهنمل ډاکتر زمان سباوون ستانیزی لیکنه لویه خدایه! رحیم یی، رحمن یی، حق یی، مطلق یی، په هر څه مسلط یی. الوهیت کی یی بېسارئ،  اولویت کی بی تمثاله،وحدانیت کی یی بی سیاله، احدیت کی بی مثاله. کمال ستا د صفت  درنګ دی، جلال ستا د لویښت برم دی، جمال ستا د ښایست رنګ دی.لویه خدایه! هم زُنار وای هم حلقه زه ستا په در وای په محراب ستا د ابرو می ایښی سر وای زه نوسان وای د مقام او حال تر مینځه په وادی ستا د طلب کی قلندر وایقل روح من امر ربی.  روح امر دی له خپلی مرجع څخه نه بېلېږی. او که هر څومره له خپل لاهوتی چاپېریال نه د کثرت حسی دنیا ته ولېږدول سی، بیا هم خپل جوهر ساتی او د م ادی اوجسمانی قوانینو تابعیت هیڅکله نه منی ځکه چی د ابدیت ماهیت یی په کی ورک کېږی. خو جسم او ماده ابدیت نه � �ری او زوال او زیان  یی حتمی دی. نو ځکه آغاز او انجام لری. موږ په ژبه ددی حقیقت بیان کوو، خو د روح له ابدیت نه په عمل کی ځکه منکر یو چی  د جسم پر زوال زورېږو او ویر کوو. دانسان کرامت په جسم کی نه دی ځکه جسم کم یت دی، نه کیفیت. د انسان کیفیت په روح کی دی او روح بی زواله دی. نو ځکه دغه لنډه لیکنه د خدای بخښلی محمد نور خان الم کندهاری د ژوند مرثیه نه، بلکه دده د ژوند ستاینه او یاد دی. دی محمد نور الم بلل شوی وه، چی په  دی نومولو کی د «اولیت رمز» نغښتلی دی. یعنی محمد په معنی که اولین پیدا شوی او نور په خلقت کی د خدای (ج) لمړنی تجلی ده چی  عارفان دی اصل ته «نور محمدی» وایی؛ او الف -لام - میم د قران لمړی توری دی چه پخپله رمز دی. خو دده ژوند یوازی رمز نه، بلکه په عملی توګه د انسانی کرامت نښانه وه چی دغه لاندی کیسه یی ښه مثال دی: په کو چنیوالی کی په ښونځی کی د قران د ښه تلاوت کولو له کبله د افغانستان  د وخت پاچا اعلیحضرت ام ان الله خان ده ته  د طلا اته سکی انعام ورکړی. خو په همغه ورځ کله چی کوچنئ محمد نور د اوداسه په خاطر هغه د طلا سکی په یوه دسمال کی پټی کښېښولی په همغه ځای ورنه پاته او ورکی شوی. د یوه مورمړی کوچنی په نیمه خوا ژوند کی د قران د تلاوت د تقدیر په خاطر د پاچا په لاس د سرو زرو د انعام بخښل یوازی د خوب په څپو او د خیال په � �محو کی میسر وی. خو چی دغه خزانه بیا سمدلاسه له چا نه ورکه شی، پخپله د انسانی احساس د نوسانی حرکت په متقاب� �ی انتها کی ځای نیسی. یعنی بیساری خوښی پسی بیساری درد پیدا کېږی. د احساس په قلمرو کی ددغسی افراط او تفریط د ارزښت ټاکل څه آسان کار ندی، په تېره بیا یوه کوچنی ته.  د صوفیانه ادب له مخی داسی پېښی ته د تقدیر ټوکه ویلای شو چی په واقعییت کی دعبرت هغه درس دی چی وایی نښایی په بی وفا او بی بقا دنیا ونازېږو. د تقدیر په داسی څ پېړه یوازی نیکبختان را ویښیږی چی دا خصلت د پیغمبرانو دی.  دی نور په ژوند کی په سرو او سپینو پسی و نګ� �ځېده، خو دا ویلی شو چی سره او سپین په ده پسی ګرځېدل، ځکه دئ یی په ماهیت ښه پوهېده: د ته سره او سپین وسیله و، نه هدف؛ خرڅول یی، خو ساتل یی نه. ددغی خوږی او ترخی تجربی په نتیجه کی دی په نفس متکی، په ځان پیاوړی،  په اراده غښتلی، او په غوښتنو کی قانع لوی شو . چی ملنګ او دروېزګر دا ستا د در یم پرواګیر کله د چا د سیم  و زر یم هر چی تاته وی منلی هغه غواړم په خرقه د قناعت کی مستتر یمالحاج محمد نور خان الم نه یوازی په خدای ایمان درلوده بلکه د خدای د کرامت د مظهر په توګه یی په ځان هم ایمان درلود. غوره دا چی ده په ایمان ایمان درلود. چی دا خصلت یی د مومنانو و. که دده د ژوند تګلاره معیار وی، په یقین سره ویلی شو چی ده په ورین تندی د مرګ معرکی ته ور دانګلی ځکه ده مادیت معدوم ګاڼه. دئ په خدای مین و او  روح یی د جانان وصال ته تږی و. نوځکه دده د ژوند په وروستیو شېبو کی دعرش په لور دده د روح د بدرقی په خاطر شنکی آسمان د مسرت د ژړا څاڅکی د رحمت د باران په توګه اورول څو دده جسمانی فنا ته روحانی ابدیت اوبقا وروبخښی. په دغوشېبو کی ده د «الله!، الله!» د ذکر په ترځ کی د «انا نحن نحی الموتی» تصدیق کاوه او د قناعت له مخی یی ځان ته ویل چی: «ډېرعمر دی وکړ.» ددغی هیلی د تر سره کېدو مطلب یی په لاندی رباعی کی بیان شوی: د دنیا له شتم نیو می غریب کړه خو ګلزار کی می آواز د عندلیب کړه دګل عطر کی غایب رنګ کی حضور یی په غیاب کی خپل حضور را په نصیب کړهد حال او مقام په تناوب کی محمد نور خان الم له جسم نه د خپل نفس تزکیه وکړه او زه  د دوهم ځل لپاره بی پلاره شوم، ځکه د مرحوم ژوند ما ته د معنوی ودی داسی یوه ځلانده او برېښانده نمونه وه چی په تقلید یی هم زه د پښو خاورو ته نشم رسیدلای. دغه لاندی غزله چی دده  د رندانه او سرشاره روحانی خصلت ژباړه کوی دده د تلین یاد ته یی وړاندی کوم: مستغنی  یم ستا له فضل او له کرم ه   ځکه نه لرم له بل چا د څه تمه که هرڅو دی جلوه پټه ده خلقت کی   له لېمو یی را نژدی د خیال صنمه  ستا د مخ روښانه وړانګو ته په هیله   انتظار هره شېبه ده مغتنمه دا هستی واړه نیستی ګڼم پوهېږم   په اسرارو د وجود او د عدمه  په سر ځغلم د جانان کوڅی ته ځکه   باک می نشته له داهسی پیچ و خمه ریاضت می له خرقی لاندی خوندی دی   پټ ساتلی د اغیارو له ستمه  د زړه غم مینځم د اوښکو به خوناب کی  په بڼو کی دی ساتم د سترګو نمه چی یی راز  جف القلم � �یکلی نه و    مدعی د عشق نسکور پرېوت له برمه چی یی ستا د عشق بیان لیکلی نشو    قلم ځکه په سر وچاوده له غمه ستانیزی د سوی زړه لوحه صفا کړه    پر مات سر قلم پرې وکیښ ستا رقم ه     خدای د و بخښی! ",د ارواښاد محمدنورخان الم کندهاری د مړینی یاد 3653,ايمل پسرلی," دا په خپله د دې نښه ده چې امنيت نه دى ښه اويا دا هېواد له يو ډول تيري سره مخامخ دى د تهاجم سره مخامخ دى د بيابان څخه . يا داچې په وطن کې داسې شرايط دي چې هغه � �اډمن نه دي. په هر صورت موږ تشويش پکې لرو که غواړﺉ دا مرکه په ږغ کي واورﺉ دا ځای کښېکاږﺉ ( له بي بي سي پښتوڅانګي څخه په مننه ) له ولسمشر کرزي سره ايمل پسرلي دا مرکه کړې او په پيل کې يې ترې د افغانستان د خراب شوي امنيت  په باب غبرگون غوښتى دى .ولسمشر کرزى : په دې کې شک نشته چې د افغانستان امنيتى حالات خصوصا په هغو ولايتونو کې چې له پاکستان سره پوله لري ښه نه دي.او زموږ دجدي تشويش وړ دي. دا په خپله د دې نښه ده چې امنيت نه دى ښه اويا دا هېواد له يو ډول تيري سره مخامخ دى د تهاجم سره مخامخ دى د بيابان څ خه . يا داچې په وطن کې داسې شرايط دي چې هغه ډاډمن نه دي. په هر صورت موږ تشويش پکې لرو.پوښتنه: ولسمشر تاسو واياست چې ډاډه نه ياست چې بهرنى اړخ يې دى او که کورنى يې دى حتما به د حل کومه لاره هم لرئ که داسې وي ستاسو په گومان به يې دحل لاره څه وي ايا خپل کوم نوى امنيتي پلان لرئ او که نړيوال ځواکونه غواړئ چې لا فعال او چټک و اوسي ؟ ولسمشر: زه په دې ډاډه يم او د افغانستان خلک هم پوهېږي چې کومه برخه يې کورنۍ او کومه يې بهرنۍ ده . په دې واضح پوه يو . پر دې د افغانستان ملت واضح پوه دى. خو نن نه غواړم چې ډير په بهرنۍ برخې خبرې وکړم. نن غواړم پر هغو حالاتو خبرې وکړم چې زموږ د خپلو شرايطو زېږنده دي هغه په ولسواليو کې د پوليسو کموالى دى، هغه د ملي پوځ اساسي تقويه ده چې بايد وشي، هغه زموږ د ادارې لا ډېره اصلاح ده چې باېد وشي .او هغه په نظام کې د فساد او رشوت ورکېدنگ دى چې بايد وشي په ځانگړې توگه مهمه دا ده چې زموږ ولسوالۍ تقويه شي .او پوليس پکې ډېر شي اوتوانمند شي . پوښتنه: ولې تر اوسه پورې دا نه دى شوى يعنې تاسو چې واياست دوه کاله وشول همدا غوښتنه مو وه ولې څه ونه شول ، ستونزه څه وه ؟ ولسمشر: افغانستان يو خوار ملت دى چې له ٣٠ کلونو ورانيو څخه را ولاړ شوى او افغانستان د به� �نيو د مرستو په مټ چلېږي. که موږ معاش هم ورکوو دخارج نه راځي لږ ترلږه نيمايي پيسې له بهره راځي، او که موږ اصلاح هم غواړو پيسې يې له بهره راځي اوکه چيرې بدلون هم راولو نو پيسې يې له بهره راځي.نو ددې لپاره کوم بدلون چې موږ دافغانستان په پوليسو کې ،ياهغه تقويه چې زموږ ارزو ده چې د افغانستان په پوليسو کې يې را ولو هغه هم بايد د بهر په مرسته او د هغوى په موافقه وشي دا له بده مرغه زموږ حالت دى او بايد چې ويې منو دغه مو حالت دى . غ� �يبان يو او د غريب سړي احتياج وي نو ما له نړيوالو ځواکونو سره دا يونيم کال په دې اړه ډيرې خبرې کړې. ډير مج� �سونه شوي دي . تېره مياشت موږ وتوانيدو يوه توافق ته سره ورسيدو هغه دا چې هغه تعداد د پوليسو چې زموږ دگډې م� �اکرې له لارې تعين شوى وو چې ٦٢ زره کسان وو د ټول افغانستان لپاره چې دا په اوسنيو شرايطو کې د افغانستان د امن � �پاره بس نه دي . خصوصا په هغو ولسواليو کې چې د پاکستان سره په پوله کې پرتې دي بس نه دي . بايد اساسي بدلون پکې راشي. د مثال په توگه د ارغستان يا برمل ولسوالى او هغه ولسوالۍ چې ٦٠ زره ٨٠ کسان پکې اوسيږي او له پاکستان سره  نژدې ٣٠٠ کيلومتره پوله لري. يوازې ٤٥ پوليسه لري. په ډېر کم معاش . نو هغوى ښوونځى وساتي،.خپله ولسوالۍ وساتي ، خلک وساتي دا پوليس څه وکړي؟ .نو په دې اړه اخته وو موږ دا ډېر وخت اوس يوې موفقې ته رسيدلي اگر چې دا م وافقه هم زموږ لپاره په زړه پورې نه ده خو تر پخواني حالت به ښه وي . نو سبا به زه هغه مکتوب امضا کړم نوى هدايت ورکوم د بهرنيانو موافقه مو پکې اخيستې ده چې دا پوليس تقويه شي زموږ تکليف دغه وو . او ددې نقص نه تروريزم ، د هيواد دښمنانو او بهرنيانو گټه واخيسته او وضعه يې راته خرابه کړه.پوښتنه: تا سو د پوليسو دتقويې خبره وکړه داسې گونگوسې بلکي خبرونه او رپوټونه شته چې تاسو قومي مليشي روزلي يا ساتلي يا غواړئ چې ويې ولري يو ه بي� �گه يې په هلمند کې د ملاشير محمد اخند له لوري د ځينو مليشو جوړول دي ايا داهم ددغه پلان يوه برخه ده چې تاسو واياست سبا به يې لاسليک کړئ ؟ولسمشر: نه صاحب نه صاحب موږ هيڅ وخت مليشې نه دي غوښتي او نه هم د مليشو غوښتونکي يو مليشوافغانستان دربه دره کړ . دمليشو دلاسه دا خاوره خرابه شوه . په هيڅ وخت کې موږ مليشي نه غوښتي او نه يې غواړو. موږ فقط دا غوښتي چې دافغانستان ولسوالۍ تقويه شي او ولسوالۍ د پوليسو خاوند شي . او په ولسواليو کې دننه د ولسوالۍ دخلکو څخه پوليس وگمارل شي . دا خو مليشه نه ده دا خلک هم حق لري چې د پوليس په توگه په دندې وگمارل شي او کار پيدا کړي .موږ غوښتي دوى هم د منظمو پوليسو په چوکاټ کې راشي دوى به د پوليسو کالي اغوندي،د پوليسو تر قومندې لاندې به وي او قومندان او امر به يې د پوليسو وي دا به تړلي وي ديوې سلسله په څ ير تر کابله پورې . هغه شى چې بهرنيان ځيني وخت نه راسره پوهيږي درک نه کوي هغه دافغانستان عنعنوي جامعه او د هغه حالت دى . مثلا اربکي هم دوى مليشه بولي . اربکى مليشه نه ده اربکى زموږ په لويه پکتيا کې دارسم دى د سوونو کلونو هغه د قوم ساتونکي دي هغه مليشه نه دي هغه پخوا هم په افغانستان کې وو افغانستان يې ساتلى دى او سبا به يې هم ساتي .پوښتنه:  ليکن که يوبل ولايت کې هم که څوک ووايي چې موږ قومي مليشه ساتواو د اربکي نوم ورکړي هغوى به هم پريږدئ ؟ ولسمشر: بل ولايت يې نه شي کولاى ځکه هلته دا عنعنه نشته په لويه پکتيا کې دا عنعنه شته او هغه هم موږ تر اوسه عملي کړى نه دى .زه تاسو ته توضيح درکوم چې اربکي ، پوليس او مليشه له يوبل سره جلا دي.موږ د مليشې مخالف يو او مليشې نه غواړو. موږ غواړو چې پوليس تقويه شي دنيا دې زموږ پوليس راتقويه کړي .پوښتنه: نړيوالې رسنۍداسې ښيي چې گواکي افغان مشرتابه په اداره کې پاتې راغلى دى خپله د عادي افغانانو په نظر کې هم يو ډول توپير اوس احساسيږي له هغه وخته چې د ولسمشرۍ ټاکنې کېدې ، اوس ځيني داسې احساسوي چې گواکي خپله ستاسو گرانښت هم له هغه وخته کم شوى ستاسو په گومان ولې داسې شوي دي ؟ ولسمشر: دا طبعي خبره ده. طبيعي خبره په دې ده چې موږ يو خوار او ټوک ټوک هيواد د جوړيدو وخواته بيايو .نو چې د غه ډول هېواد دجوړېدو خواته بيايو نوهغه ناخوالې او خرابۍ چې په دې هېواد کې دي دهغو اصلاح هم بايد وکړو او اداره هم باېد وکړ .دافغانستان د خلکو هيلې پرځاى او ډېرې دي ، د دغو توقعات ټول پوره کول په يوه وخت کې ممکنه خبره نه ده . زما خپله هيله دا ده چې دغه هيواد ژر ودان شي خو حقيقت دا دى چې ژر يې نه شوکولى . په ډېرو برخو کې د دنيا مرستو ته هم اړيو هغه د دنيا مرسته هم کله پر وخت را و� �سېږي او کله را ونه رسېږي او په خبرو اترو کې چې څه کار کولاى شو اوڅه نه شوکولاى . نو ټول دا شيان چې په  نظر کې ونيسو ستونزې لرو او  دې ستونزو ته هره ورځ  د حل لارې پيداکوو . څلور کاله زما د حکومت تيريږي له موقتې دورې نيولې بيا تر اوسه پورې له حکومته د خلکو انتظارات زيات وخو ټول په يو وار حل کېداى  نه شي. او خوابدي او نا خوښي مينځ  ته راځي . او زه ډېر حقيقت بينه يم .زما دا هيله نه ده چې زه دې سږکال هغومره په خلکو گران واوسم. چې تېر کال وم. يا تېر کال به هغومره گران پرخلکو وم چې ترهغه دمخه چې وم .خو خلک دې په دې راسره پوه شي چې زما  آرزو روزمره کوشش ، خواري د افغانستان د ښيگڼې او ښه کولو وخواته ده پوښتنه: ولسمشر کرزى پرتاسو يوه نيوکه چې عام ولس او حتي يو شمېر نړيوال ديپلوماتان يې هم کوي داده چې تاسو له مصلحتونو کار اخلئ او په مصلح تونو کې موهم گواکي مصلحت دادى چې د مجاهدينو له يوې خاصې کړۍ سره تاسو پالۍ ، همداسې ده ؟ ولسمشر: افغانستان پر مليشو،ډلو او نتظيمونو ويشلى يو هيواد دى. دې هيواد ته بهرنيانو لاس اچولى و او قومونه يې يو د بل سره اچول او بې اتفاقه کولو يې او ډېر انسانان په دې کې برباد شوي دي. زما اوله  دنده د يوه عادي افغان په توگه چې د طا� �بانو او دبهرنيو مداخلو پر وړاندې د ملي وحدت غږ و.د هغې سلسلې چې زه ورسره اړيکې لرم دافغانستان د قومي مش� �تابه، او تعليم يافته و همدا غږ وو.زه چې د موقتې ادارې مشر شوم زما اوله دنده هغه ورځ نن او سبا او ترهغه ورځې چې ولسمشر وم دا به زما او له دنده وي چې ملي وحدت ساتلې وي. او دا به پالم او دا ددې ولس حق دى پر ما د ولسمشر په توگه . نوپه هغه افغانستان کې چې سلو مختلفو ډلو ، ټبرو د ټوپکو،زور تر لاس لاندې وو ما بايد ټولې هغه لارې بايد غوره کړې واى چې دا ولس مې کرار کرار سره را غونډ کړى واى او ملي وحدت واى او د نظام جوړولو و خواته مې بيولاى وايى . دا په زور او شدت هميشه نه کېده. کله به مو شدت کاوه کله به نرمي کوو چاته به وايو په اغا او په لالا چې مه کوه او چاته به په ټينگه واېو چې دا مه کوه که چيرې دا مصلحت وي نو دا مصلحت مې پرون هم درلوده نن ېې هم لرم او په راتلونکې کې به يې هم لرم. چې افغانستان را غونډ وي. او دافغانستان د جوړولو لپاره ، ( افغانستان ) ډير نازک او ښکلى لوښي وو چې بايد په طوفان کې مو تر يوه ځايه رسولاى وو او دالوښى زما په لاس کې وو .دا مې را ورساوو د طو فان وڅنډې ته دا څنډه هم لا خطرناکه ده . نو اوس هم ډير احتياط کوم ځيني کسان پر ما دا نيوکې کوي ، زه په خپله لاره پوهيږم او دا لاره به پرمخ بيايمه تر کومه چې زه پوه شم دغه هيواد ډاډمن شوى دى. تر او سه لا نه يوو خوندي . و� �وره دنيا هم هغه مرسته چې بايد راسره ويې کړي په ځينو برخو مواردو کې نشته . نو موږ پوهيږو او خپل مو وسايل پوهيږي ددغو وسايلو په رڼا کې به دا کارونه کوو . پوښتنه : يعنې تاسو دا واېاست چې دغه مصلحتونه د مجبورۍ له کبله دي ځکه که داسې ونه شي گواکي دغه خلک کېداى شي چې کوم غم جوړ کړي ؟ ولسمشر : غمونه يې جوړ کړل ، غمونه يې پخوا هم جوړ کړي و بيايې هم جوړولى شي.په کابل کې دې څو شپې وړاندې چور اوچپاول وليده؟پر ما نيوکه ده چې ولې پوليسو سخت عمل ونه کړ؟ ما پوليسو ته وويل چې ډزې ونه کړئ.. که چيرې ډزې شوي واى او دلته دخلکو په سوو دغه زامن که اهل وو او يا نا اهله وژل شوي واى دا به ښه و؟ او يا دا چې په کمو تلفاتو مو دغه مسله کنترول کړه؟ نو سړى اح تياط کوي په ژوند کې . نظام مو نه دى جوړ. نو دافغانستان خلک په دې بايد پوه شي چې نظام مو دې حالته نه دى رسيدلى چې په سمو وسايلو کار وکړي. له پوليسو سره يوازې ټوپک و، نه ډنډې ورسره وې او نه هم د اوبوشيندلو وسايل که چيرې � �ه ټوپکه کار اخيستل شوى واى نو په سلگونو کسان به پکې شهيدان شوي واى.. او کورنۍ به برباد واى .نو زه په خپله لاره ولاړ يم که هرڅومره نيوکې هم راباندې کيږي . د ځينو حلقو لخوا دا نېوکې را باندې کېږي بهرنيان يې هم راباندې کوي له مجاهيدينو سره هم کښينم ،له خلقيانو پرچميانو سره هم کښينم له هر ډول انسانانو سره کښينم چې په عادي ژوند کې ولله که روغبړ هم ورسره وکړم خو د ولسمشر په توگه زه مجبوره يم چې ورسره کښينم او خبرې ورسره وکړم.. چې دا هېواد يوې خواته بوځو. پوښتنه : ولسمشر کرزى که بهرنۍ اړخ يې اوس ياد کړو د امرېکا دبهرنيو چارو وزيره ميرمن راېس په داسې وخت کې افغانستان ته راغله چې تاسو پر نړيوالې ټولنې نيوکې وکړې او دترهگرۍ پر وړاندې جگړه مو له افغانستان نه دباندې وغوښته ددې تر غوږو به هم داخبرې حتما داخبره ور رسېدلي وي . ددې غبرگون ، ځواب او پيغام يې څ ه وو؟ولسمشر: زما دنړى سره د بهرنۍ لاس وهنې په باب په دي سېمه کېي چې په افغانستان کې کېږې څلور څلور نيم کاله کيږي له هغې ورځې چې زه دلته راغلى يم ما دوى ته دا خبرتيا ورکړې چې د افغانستان د دخرابۍ اصلي عوامل چيرې وو.؟ و بياهم که چيرې افغانستان ته سوله نه راتله د دې عوامل به چيرې وي؟. د افغانستان دملت دا حق ما پر ځاى کړى دى. ه� �ه ورځ مې دنيا ته ويلي چې مشکلا ت چېري دي او له کوم ځاېه راځي دا مې هم ورته ويلي چې زموږ داخلي ستونزې چېري دي او په کورنيو چارو کې پاتې راتگ دا زموږ ستونزه ده زه خپل ځان پکې ملامتوم. او دحکومت اعضا ملامتوم که په کې ناکامه شو . اما بهرنۍ برخه زموږ دستونزو چې له بهر نه راته راځې ، روزل شوى سړى او يا تروريست راته راځي . دا ستونزه موږ نشو حلولى. د ا د نړيوالې ټولنې له موږ سره تړون دى چې دا ستونزې راسره حل کړي.او ده همدې لپاره نړيواله ټولنه افغانستان ته راغله چې ترهگر وشړي او خپل ځان هم له تروريزم څخه وژغوري. دخپلې ساتنې لپاره راغله په دې کې د نړيوالې ټولنې دنده دا ده چې دافغانستان دبيارغونې سره مرسته وکړي دافغانستان ملي موسسې پوليسو او پوځ تقويه کړي او له تروريزم سره مبارزه وکړي. په تير يو نيم کال کې له دوى سره زه په دې اخته وم زړه مې تنگ شو نتيجه لاسته نه راتله.نو دا مې هم ورته وويل چې ا دوستانو سخته حمله د تروريزم پر افغانستان له بيابانه را� �وانه ده نو مجبوره شوم غږ مې وکړ چې زه په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې د ترهگرى په وړاندې د مبارزې د تگلارې بد� �ون غواړم . يوه مياشت دمخه په کندهار ، هلمند، روزگان، زابل پکتيا ، پکتيکا او کنړ کې ٥ سوه انسانان ددې هېواد که طالب وو که غېر طالب دواړه ددې خاورې خلک وو ووژل شول .ددې مسوليت دچا پر غاړه ده که له بهرنه راغلي ولي راغلي دنيايې ولې مخه نه نيسي او که په کوردننه مشکل دى دانو بيا ډېره مهم او اساسې خبره ده دا نو بيا ددنيا کار نه دى له موږ سره دا نو بيا دافغانانو کار دى چې سره کښېني او داستونزه سره حل کړي.نو ما نړۍ ته دا ويلي که ستونزه په موږ افغانانو کې وې نو گوته ماته ونيسه او راته ووايه چې دغه ستونزې په خپله حل کړو او که چيرې دبيابان لاس دى او دخارج لاس دى او له بهرنه داستونزه راته پيښېږې نو بيا له ماسره ملگرى شه او ورشه ورته ووايه چې نور په افغانستان کې مداخله مه کوه .د ترهگرۍ پر ضد اساسي مبارزه وکړه او داغواړو نن يې هم غواړم سبا يې هم غواړم او تردې خبرې نه تېرېږم . زه په دې خوشحاله يم چې امريکې حکومت او ايتلافي ځواکونو زما خبره واوريده اوپه دې خوښ ېم چې د امريکې د بهرنيو چارو وزيره ژر ترژره کابل ته راغله او راته ويې ويلي چې کرزيه وايه مشکل دې څه دى او ما دا خپل ټول مشکل ورته وويلې او خوښ يم چې پوه شوله زموږ په ستونزو کنفرانس يې تاسو واورېده او دا د صحېح دوستۍ ع� �امه وه اوموږ ځينې خوښ يو. پوښتنه : په افغانستان کې د ناټو قومندان واي چې نړيوال بايد د ولسمشر کرزي يعنې ستاسو خبرو ته غوږ کېږدې او دده په گرمان د روانو حالاتو ېو دليل هم همدادى چې نړيوالو دافغان مشرتابه خبرې او� �ېدلي خو منلي يې نه دي له ميرمن رايز سره ترلېدو او له هغې سره تر خبرو وروسته څو مره ښاغلي ولسمشر تاسو ډاډه ياست چې دا کار دا ځل شوى دى ؟ ولسمشر: موږ خو خپلې خبرې وکړې او دوى هم زموږ خبرې واوريدې او په ډېر برخو کې توافق راسره وو څه شيان مو سره وسنجول او زه اوس په انتظار يم چې د دوى له خوا په هغو اصلاحاتو کې چې ماغوښتل په ځانگړي توگه د پوليسو دتقويي او امکاناتو په برخه کې څه راسره کوي .په دغو حالاتو کې چې له هرې خوا تر حملې � �اندې يو او وسايل مو دفاع وړ نه وي بيا نو مجبوره يو چې غږ وکړو او خداى دې وکړي چې ژر احوال راکړي .پوښتنه: ديوه امريکايي جنرال له خولې رسنيو رپوټ ورکړى چې گواکې طالبان له گاونډي پاکستان نه خپل عمليات اداره کوي دا هغه خبره ده چې افغان دولت له ډېرې پخوا څخه کوله . که دغه ادعا رښتيا وي ستاسو په گومان ولې نړيواله ټولنه په دې اړه څه نه کويولسمشر: سوال په دغه ځاى کې دى ، زموږ مشکل او غوښتنه پردغه ځاى کې ده ، دا زما غږ دا څو ورځو وړاندې هم له نړيوالې ټولنې څخه همدا وه ، زه خوشحاله يم چې دې امريکې جنرال دا خبره کړې ده.اومنلي يې ده موږ به له دوى سره په دې کې مرسته وکړوخو موږ غواړو چې زموږ گاونډيان او په ځانگړې توگه پاکستان له تروريزم سره په مبا� �زې کې هغه لاره غوره کړي چې هم د دوى په گټه وي او هم زموږ په گټه. ده . گوره نن په ټول افغانستان کې ورانۍ کيږي خو خصوصا په جنوبي ولايتونو کې که تاسو ځير شې په هغو ولايتونو کې چې له پاکستان سره گډه پوله لري دا ورانى ډير دى هر ورځ ښونځي ، روغتيايي مرکزونه سوځول کيږي ، قومي مشران ،ښونکي او ديني عالمان،هندي انجينر،کاناډايي م يرمنه يا عسکره، امريکايي انجينر او نور بهرني کارکونکي وژل کيږي . نو د بهرنيو هيوادونو خلک به وايي دا زموږ ډاکټران ، انجينيران،او سرتيري په افغانستان کې افغانان وژني نو دوى به زموږ په اړه فکر کوي چې آيا افغانان د دې وړ دي چې موږ ورسره مرسته وکړو؟ او که ورسره مرستې کوو نو وژل کيږو ولى ؟ بيا دا زموږ دنده چې و� �ته ووايو دا افغانان نه دي چې دا کسان يې وژلي . ښه نو چې افغانان نه دي نو څوک دي . هغه ځاى بايد پيداشي هغه ته باېد گوته ونيول شي هغه بايد معلوم شي . زما غږ دنيا ته همدادى چې اه دنيا افغانان ارامي غواړي ژوند غواړي در بدره دى ٣٠ کاله يې په مصيبت او په توطيه ، په مداخلو او په اشغال کې تېر شوى دى . غواړي چې خپل وطن جوړ او اباد کړي دا زموږ غږ دى .پوښتنه: نو ايا طالبان افغانان نه بولى ؟ ولسمشر: هغه طالب چې افغان دى او ده افغان بچى دى په ژوند په خداى که خپله خاوره خرابه کړي.دهيڅ افغان بچى دا کار نه کوي . زه طالبان پيژنم او ما له طا� �بانو سره وخت تير کړى . اصل طالب ددې خاورې دا کار نه کوي . ماته يې احوال راکړى دى . ماته طالبان راځي او احوال � �اکوي . ماته يې ويلي چې کرزى صاحب موږ نه يو هغه هندي انجينير چې څوموده وړاندې ووژل شو او سر يې ځېنې پريکړ م اته طالبانو احوال راکړ چې دا موږ نه دى کړى او زموږ له نامه څخه گټه و اخيستل شوه.پوښتنه: هغه وسله وال طا� �بانو تاسو ته داخبره وکړه ؟ولسمشر: بلکل .پوښتنه : نو چې دوى تاسو سره خبري کولاى شي ولې وسله پر ځمکه نه ږ دي ؟ ولسمشر: احوالونه را استوي ، خبرې را استوي هره ورځ احوال را استوي وړمه ورځ هم راغلي و او ما ورسره خبرې وکړې. راځي ددې وطن خلک دي او خوايې بديږي په دې هېواد . زما سوال له ملا عمره او د دوى نورو مشرانوڅخه چې په بهر کې په ميلمستونونو کې ناست دي دا دى چې، اه ملا عمره دخداى روى ومنه که ته په دې کې ولاړ يې چې دا ځوانان را استوى مرگ ته يې ورکوي او خپله خاوره هم پرې خبرابوي نو ولې؟. دا خو نه اسلام دى او نه هم افغانيت. او که ته پرې خبر نه يې بل څوک يې ستا په نامه کوي نو بيا اسلاميت،افغانيت او غيرت دا غواړي چې ته اعلان وکړې چې دا کار ما نه دى کړى. چې خپلو منځو کې سره پوه شو. دا دافغانستان حالات دي .که تاسو د ډيورند هاخوا په وزيرستان کې وگورې دغه مصيبت چې زموږ په منځ کې له تير يونيم کال راهيسې پيل شوى د پولې هاخوا هم پيل شوى دى په پښتنو کې د پاکستان .هلته ښونکى ،قومي مشر،خبريال او کار پوه وژل کيږي. مکتب سوځول کېږي . او خلک تعلېم ېافته او دقوم سپين ژېرې فرار ته مجبوره کيږي . داڅوک دي زموږ قومي مشران او دډېو رنډ و اخوا دقومي مشرانو وزل او تهدېد څوک کوي زموږ غوښتنه زموږ له و� �ونو د پاکستان له حکومت څخه هم دا ده چې دا مصيبت څوک راپيښوي راځه چې لاسونه سره ورکو که راسره قانع يې او داو� �ک کړو. که نه ددې څخه به ډېره لوېه بلا جوړه شي . دا داسې نه ده چې يوازې به افغانستان پکې برباد وي افغانستان وا� �له که بالا برباد شي .موږ شايد څه وخت ستونزې ولرو انسانان به مو وژل کېږې خو دا مملکت کاميابه دي ځکه چې ددې خاورې خلک ددې ملت کاميابي غواړي او موږ سل په سلو کې بريالي يو او انشا الله خپل مقصد ته به رسيږو.پوښتنه: تاسو واياست د ډېورنډ دکرښې اخوا او ديخوا چې کوم خلک تخريب کوي يودي سره او دا پاکستان ته هم گواښ پيښوي ليکن په عين حال کې تيره اونۍ چې تاسو د ستراتيژيکې همکارۍ خبره کوله تاسو وويل هغه ځاى دې په نښه شي چې ترهگروته وسلې ورکول کيږي ..........ولسمشر : بلکل هر ځاى چې دي هرځاى چې تروريست روزل کيږي ، ترورېست ته پيسې،وسلې ورکول کيږي او هرځاى چې ترورېست يا افغانستان ته را استوي او ېا د ډيورنډ و اخوا د پښتنو پر ضد استعمالوي هغه ځاى ته بايد گوته ونيول شي. هر ځاى چې وي . که دا په افغانستان کې وي او که له افغانستان نه بهر باېد په نښه شي . پوښتنه: يعنې په دې حساب دا ستونزه د پاکستان هم ده او بايد پاکستان په دې کې لاس ونه لري ځکه چې په خپله خاوره کې خو څوک څه نه خ� �ابوي .ولسمشر: دا ستونزه ددې سيمې ده زموږ هيله او وينا هم همدا ده چې سيمه دې داسې فکر نه کوي چې زه به يوازې افغانستان پکې سوځم. دا اور وروره امکان ددې نشته چې دادې يوازې پر موږ پورې محدود وي . رسيږي تر هر ځايه چې رسيږي . او زه . تر څو چې په دې خاوره کې ولسمشر يم نه پټه خوله کيناستى شم ، نه يې زغملى شم، هم مې مسوليت دى او هم مى � �خرت دا راته وايي .زه د خبرو لاره غواړم. پوښتنه: پاکستان وايي چې افغانستان په کور دننه هم ستونزې لري . و� �سمشر کرزى په دې وروستيو کې مې ستاسو له يوه والي سره مرکه لرله هغه راته وويل چې قاضيان يې په ښکاره رشوت اخلي . ستاسو دکابينې ځېنو پخوانېو لوړ پوړوچارواکو هم ويل چې گواکې ځينې لوى کسان په دولت کې په قاچاق اخته دي . ستا سو خپله هغه پخوانۍ هېله هم چې گواکې کار به ېې اهل ته سپارئ د ډېرو افغانانو په گومان نه دى ترسره شوې نو ايا داسې کوم تغير ممکن دى کوم نوى پلان لرى چې د خلکو دغو ريښتېنو اندېښنو ته ځواب ورکړى . ولشمسر: وروره، دغه کوښښ مې له اوله ورځې څخه تر ننه کړى دى. چې ټولو هغو کسانو ته کار ورکړم چې زموږ په نظر کار کولى شي. او ازمويلي مې هم د ي له بهرنه مې هم افغانان راوستلي دي .دننه په افغانستان کې مې هم ځوانان پيداکړي او کار مې ورکړى دى . سپينږيرو ته مې هم کار ورکړى دى ، چې استعداد مو پکې ليدلي دا کار مو کړى دى. کوښښ مو کړى دى چې دا کار پر ټولو افغانو وويشل شي او هېڅوک بې برخې پاتې نشي .خصوصا پر هغو کسانو چې استعداد لري. خو په ځينو مواردو کې پښيمانه شوي او ناکامه شوي دي .له بهر راغلي ځيني کسان د دې پرځاى چې کار وکړي دلته يې د ځان لپاره شتمني پيدا کړې او هېواد يې بېرته پ� �يښى بيا تللي دي.ځيني کسانو چې په داخل کې کښيناستلي کار يې نه دى کړي . زه منم چې رشوت شته ، اداري فساد شته .اوپه دې ټوله سيمه کې شته افغانستان يوازې نه دى. د يوې نړيوالې ټولنې د سروې له مخې يوازې ايران پر افغانستان په منطقې کې ښه دى. خوبيا د نورو ټولو گاونډيو هيوادونوپه پرتله اداري فساد په افغانستان کې کم دى. خو دا په دې م انا نه ده چې موږ ووايو افغانستان له نورو هيوادنوڅخه ښه دى. او د اداري فساد کچه يې کمه ده. د خوشحالې څاى هغه وخت دى چې افغانستان د ښه اداره لرونکيو هيوادونو په ډلې کې وشمارل شي. دا وخت غواړي ، دا مسلکي انسانان غواړي ، دا د قانون پلي کول او د قضايي سيستم او څارنوالۍ اصلاح کول غواړي. . په دې اصلاحاتو لگيا يو او ډير وخت به پرې ولگيږي.زما دوره به ختمه وي او فساد به ختم نه وي.او حتى د بل ولسمشر دوره به هم ختمه وي خو بيابه هم د فساد � �منه نه يې ختمه شوې. په هيڅ ځاى کې نه ده ختم او په افغانستان کې به هم ختم نه شي خو د اصلاح د ښيگڼې وخواته د بدلون هڅې بايد تل جاري وي . ", کرزى له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې 3654,," د هيواد يوسلولسمه ولسوالۍ د ټيليفون او انترنيټ له آسانتياوو برخمنه شوه د افغانستان يوسلولسمه ولسوالۍ د ټيليفون او انترنيټ له آسانتياوو برخمنه شوه. د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مخابراتو وزارت پخوا اعلان كړي وو چې د ۱۳۸۵ يم لمريز كال په لوم ړيو دريو مياشتو كې به د هيواد يوسلولسو ولسواليو ته د ټيليفون، فكس او انترنيټ آسانتياوې برابروې،له همدې وعدې سره سم د افغانستان خلكو ته خبر وركول كيږي چې ياده شوې ژمنه تر سره شوې او اوس له نيكه مرغه د افغانستان د مخابراتو وزارت د ولسواليو د اړيكو (DCN) پروژې د تطبيق په لړكې د هيواد يو سلولسمه ولسوالۍ هم د انترنيټ او ټي� �يفون له لارې له نړۍ سره ونښلول شوه. بايد يادونه وشې چې په هيواد كې د بيارغونې د متوازن بهير د رامينځته كيدو په موخه د افغانستان په ټولو برخوكې له هر ولايت نه څو څوولسوالۍ نښلول شوې دي او هره اونۍ څلور نورې ولسوالۍ په دغه شمير ورزياتيږي.د مخابراتو وزارت ژمنه كوي چې د۱۳۸۶ يم لمريز كال تر لومړۍ نيمايي پورې به د هيواد نورو پاتې (۲۵۵) دوه سوه پنځه پنځوس ولسواليوته هم د انترنيټ او ټيليفون آسانتياوې برابرې كړي. ", 110ولسوالۍدټيليفون اوانترنيټ له آسانتياوسره 3655,," د افغانستان له پاره د امريکا د نړيوالې پ� �مختيايى ادارې مشر( ايلانزوفلګم)نن خبرى ناستې ته په کابل کې له افغانستان سره د يو ميليارد او ٥ سوه ميليون � �الرو نو مرستو ژمنه وکړه ، چې ډيره برخه به يې له ازبکستان ،تاجکستان او ترکمنستان څخه د بريښنا دليږد په ب� �خه کې ولګول شي ، چې په دې سره به دده په وينا ٤٠ فيصده افغانان بريښنا ولري .ده يادونه وکړه چې د نويومرستو لګښت به په راتلونکو څو اونيو کې پيل شي او د لګولو موده يې د نوموړى په وينا ٥ کاله اټکل شوي ده .نوموړى يادونه وکړه چې په تيرو ٤ کلونو کې د افغانستان په رغاونه او پرمختګ کې امريکا٣ نيم ميليارد ډالر لګولي دي. ",امريکا له افغانستان سره نوې مرستې اعلان کړې 3656,," تير ماښام د کنړ ولايت د ماڼوګې ولسوالۍ د کړنګل د وچ ناو سيمه کې ٥ تنه ولسى وګړى له بهرنيانو سره د مزدورى په تور د ناپيږانده وسله الو له خوا وژل شوي دي . په کنړ کې امنيتى چاراکو دپېښې پخلۍ کړى او وايى دهغه وسله وال بريد په ترځ کې چې د لارې په اوږدو کې د مزدورانو د سپرلۍ په موټر تر سره شوي يو تن مزدور ټپي شوي هم دى . چارواکو ويلى چې نوموړو کسانو يوازې د ائيتلافى ځواکونو سره مزدو� �ى کوله .ويل شوي نوموړو کسانو ته لا دې وړاندې و يل شوي و ، چې له بهرنيانو سره دې له کارکولو ډډه وکړي . ټپى شوي کس امريکايانو د درملنې په موخه په بګرام کې خپل روغتون ته ليږدولى دى . ",کنړ کې ٥ تنه ولسى وګړي وژل شوي دي 3657,," افغان چارواکومنلې چې د کابل - کندهار د لويې � �ار په اوږد کې دقلات ښار ته نږدې د جلدک سيمه کې تيره ورځ په ٢ تنو عربانو چې د يوې بهرنۍ موسسې له پاره يې کار کوو، د ناپيږانده وسله والو کسانو له خوا بريد شوي دي او داوړه عربان ټپيان شوي دي .چارواکو پخلۍ کړى چې نوم وړى عربان د کندهار په روغتون کې تر درملنې لاندې دي . ددغه بريد مسئوليت تر اوسه چا نه دى منلۍ . ",قلات ښارته نږدې په ٢ عربانو بريد شوي دي 3658,," افغان ولسمشرحامد کرزي د يواستول شي پيغام په ترځ کې د امريکا ولسشمر جورج بوش او ولس ته د هغه هېواد دخپلواکۍ د ورځې مبارکي ويلې او باور يې ښودلۍ چې دافغان او امريکا هېوادونو ترمينځ دوستى اوپراخه اړيکې کولاى شي په سيمه کې د امن او سياسي ثبات محور شي .کرزي دافغانستان په بيارغاونه او امنيت کې د امريکا د فعالانه ونډې اوهر اړخيزې مرستې څخه د افغانستان د خلکو په استازيتوب مننه کړې ده.ده ويلى موږ د خپلو امريکايى دوستانود قربانيو چې دوى ذغملې درناوى کوو.کرزي همداشان د کاناډا د ملى ورځي په مناسبت د کاناډا لومړى وزيراو ولس ته هم د افغان ولس په استازيتوب د مبارکى پيغام استولى دى .نوموړى په دغو پيغامونو کې داوړه هېوادونه خپل دوستان بللى دي . ",کرزي امريکايانوته دخپلواکۍ دورځې مبارکې ويلې 3659,," د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکتر سپنتا مخکې له دې چې د امريکا په لور روان شي ، د پاکستان د بهرنيو چار وزير ته بلنه ورکړى ترڅو د � �وان کال د وږي مياشتې په لومړيو کې له افغانستان څخه ليدنه وکړي . رپوت ورکړ شوي چې له دې وړاندې به د پاکستان د بهرنيو چارو وزير دچنګاښ په ١٨ نيټه د امريکا د بهرنيو چارو له وزيرې کاندوليزا رايس سره هم وګوري . ",د پاکستان د بهرنيوچارووزير ته دافغانستان بلنه ورکړ شوې 3660,غلام جيلاني ځواك," غلام جيلاني ځواك كابل ته د ميرمن رايس راتګ   آيـا زمـوږ غـوښـتـنه ومـنل شـوه؟ ترهګرى سره په جګړه كې تراوسه په زرهاوو افغانانو او په  سلهاوو سوله ساتونكو نړيوالو ځواكونو خپل ژوند له لاسه وركړى. په  تيرو څلور كالو كې دا جګړه د دى پرځاى چې پاى ته ورسيږي، په تيرو څو ميا� �تو كې يې لا شدت موندلى. او دا څرګندوي چې ترهګرى سره جګړه كې د نړيوالې ټولنې ستراتيږي یوه سمه او کره ستراتیږي نه وه، او په دى ستراتيژى بايد يوځل بيا كتنه وشي. مهمه خبره داده چې ترهګر د ډيورنډ له كرښى ها خوا روزل كيږى په وسلو سمباليږي، دوى هلته په ډير ډاډ خپل سياسى او مطبوعاتي فعاليتونه سرته رسوى، او د ترهګريزو فعاليتونو لپاره افغانستان ته ليږل كيږي، او له ورانكاريو ورسته بيرته له كرښى ها خوا اوړى. په دى توګه پاكستان ته دا م مكنه ده چى په كلونو كلونو افغانستان كې د ترهګرو په وسيله د افغانستان پرضد او د نړيوال ځواكونو پرضد يوى ستړى كوونكې جګړى ته ادامه وركړي، د پاكستان موخه هم همدا ده ده چې نړيوال ځواكونه يوى ستړي كووونكى جګړى كې ښكيل شي او بالاخره له سيمى څخه وتو ته اړشي او ياهم پاكستان ته په سيمه كې يو مهم رول وسپاري ترڅو پاكستان يوځل بيا وكولاى شى په افغانستان اوسيمى كې خپل نفوذ او اغيزمنتيا ته پراختيا وركړى او افغانستان كمزورى وساتي. همدا � �امل وو چى ښاغلى حامد كرزى د ترهګرى سره په مبارزه كې د يوستراتيژيك بدلون غوښتنه په ډيره جدى توګه مطرح كړه، د چين د سفر نه وروسته په خپل مطبوعاتي كنفرانس كې ښاغلي كرزي په ډاګه وويل چې افغانستان دا نشي زغملي چې ترقيام ته به يي بچي وژل كيږي ، ښاغلې كرزي په دي كانفرانس كې پر نړيوالى ټولنى نيوكه وكړه لكه څرنګه چې لازمه ده  د ترهګرى سره په جګړه كې ستراتيژيكه همكاري افغانستان سره نه كيږي. ده وويل د ترهګرۍ په وړاندي جګړه بايد هلته وويوړل شى،  په كوم ځاي كې چې ترهګر روزل كيږي، ايديالوژي اخلى،  په وسلو سمباليږي او ورانكاري لپاره افغانستان ته راليږل كيږي.د ترهګرۍ پرضد په جګړه كې د نړيوالو ټولنى او بيا په تيره د امريكا د ستراتيږي ناسموالى ته ګوتنيونې اوبيا په داسې حال كې چې ښاغلې كرزى لږ دمخه د چين او الماتا له سفره راستون شوى وو، هغه � �وازى چې ګواكې ولسمشر د غرب ملاتړ له لاسه وركړى لا تقويه كړى، حتې ځنې كړيو خو لا د ډيرو ژورو بدلونونو خبره هم كوله، دى كړيو داسي فكر كاوه چې ګواكې افغانستان د پاليسى د يو ستراتيژيك بدلون په درشل كې دى او ښايې د ناټو پ� �ځاى د شنګهاى كانفرانس د ډلى سره خپلى اړيكى پياوړى كړى، دى حدس وګمان كه له يوى خوا هغه افغاني ډلى چى د � �نګهاى كانفرانس د غړو ځينو  هيوادو سره سياسى او حتا چې استخباراتې اړيكى لرى  او ژبينو او اتنيكى تعصبونو يو بل سره تړلى دى، خوشحاله كړل خو د نورو هيوادو والو د ژورى انديښنى لامل شوى وو، ځكه چې په اوسنى ش� �ايطو كې د ناټو پرځاى د شانګهاى كانفرانس د ستراتيژيكى ملګرتيا لپاره غوره كول دافغانستان د برباى په لور دګام ايښودو په مانا ده.افغانستان ته د كاندوليزا رايس راتګ په دى ټولو تودو آوازو اوانديښنو يخى اوبه تويى كړى، ميرمن رايس يوځل بيا افغانستان سره د اوږدمهالى ملګرتيا او په افغانستان كې د ترهګرى او دافغانستان د بيا ودانولو ترپاى د پاتې كيدو پرخپلى ژمنى ټينګار وكړ، د امريكا د بهرنيو چارو وزيرى وويل امريكا به د افغانستان د يواځى پريښودو تيروتنه يو ځل بيا تكرارنكړى او افغانستان به يواځي پرى نږدي. خو هغه څه چې ډير مهم دى هغه د امريكا لخوا ددى خبرى منل دى چى د ترهګرى سره د جګړى په څرنګوالى يوځل بيا كتنه وكړى. ميرمن رايس وويل دښمن له نويو تكتيكونو څخه كار اخلى موږ هم نه يواځې دا چې خپل تاكتيكونه بدل كړو با يد دجګړى په ستراتتيږى هم بيا كتنه وكړو.د ميرمن رايس څرګندونى ډيرى اميد بخښونكې دى او دا هيله يى يو ځل بيا راژوندى كړى ده چې نړيوا� �ه ټولنه او بيا په تيره امريكا به افغانستان د ترهګرى سره په جګړه كې يواځې پري نږدي، يو څه داسى نښى نښانى هم � �ته چى پرپاكستان د امريكا د فشار څرګندوينه كوى، يو له هغى د پاكستان له خوا  پركرښه د لس زره نويو عسكر د  ځاى پرځاى كول اعلان او بل يى د امريكا لخوا په پاكستان كې د شفافو او بى پرى ټولټاكنو غوښتنه ده، ښكاره خبره ده چې كه پاكستان كې بى پرى ټولټاكنى ترسره شې  نو د پرويز مشرف لخوا جوړ شوى مسلم ليګ او په پښتونخواه او بلوچستان كې د مشرف ائتلافى بنسټ پال اتحاد ( متحده مجلس عمل ) به ونشى كولاى په پارلمان كې دومره استازيتوب ترلاسه كړى لكه څومره چې يې اوس لري او په دى توګه به د مشرف سياسي ملاتړى ډلى واك له لاسه وركړي چى دا كار به پخپله د مشرف د واك نه ولويدو ته زمينه برابره كړي. او له همدي امله ده چې امريكا غواړي د ټولټاكنو له شفافيت نه دپاكستان په وړاندى  د فشار ديوى آلى په توګه كار واخلى. د پاكستان او امريكې ترمنځ اړيكي او د يوبل په وړاندى د دوى لوبه اوس ډيره پيچلى او كړكيچنه شوى، هند او افغانستان سره د امريكا ستراتيژيكه ملګرتيا او د پاكستان لخوا د ترهګرى څخه ملاتړ او د هند او افغانستان په وړاندى له بنسټ پالنى او ترهګرى نه ديوى سياسى وس� �ى په توګه كار اخستل لامل شوى چى د امريكا او پاكستان اړيكى سره سړى كړى او اوس داسى بريښى چى پاكستان غواړي د امريكا په وړاندى د چين او روسيى ملاتړ ترلاسه كړي.خو پاكستان اوامريكا سره لدى چې اوس په دوه جلا جلا لارو راون دى په غوڅه توګه نشى كولاى يو بل سره پرى كړي، دشنګهاى كانفرانس غړى هيوادونه روسيه او چين د بيلا بيلو � �املونو له امله لا دومره پياوړى ندى چې د امريكا په وړاندى پاكستان ته مټ وركړى، او ښايى امريكا به د ايران سره دكړكيچ له امله هم دى ته چمتو نه وى چې پاكستان بالكل له پامه وغوځوروى، نو اوس سره لدى چى په يوه توګه په افغانستان كې د امريكا پوځونه او د طالبانو په نامه د پاكستان استخبارات سره ښكر په ښكر دى خو بياهم دواړه هيوادونه دى ته اړ دى چى په خپلو اړيكوكې  يو رنګ تعادل وساتي. په همدى خاطر زه ډير زيات هيله من نه يم ام� �يكا اوس وكولاى شى پاكستان دى ته اړ كړى چى د افغانستان په وړاندى له بنسټ پالنى او ترهګرى نه په غوڅه توګه � �اس واخلي. كندوليزا رايس لا خپل هيواد ته رسيدلى نه وه چى د پاكستان چارواكو د ميرمن رايس په هغه څرګندونو غبرګون وښود چى په هغه كې په پاكستان كې د شفافو ټولټاكنو غوښتنه شوى ، د پاكستان دبهرنيو چارو د وزارت وياندى تسنيم اسلم ټولټاكنۍ د پاكستان كورنى مسئله وبلله، همداررنګه د پاكستان دكورنيو چارو وزارت اعلان وكړ، ضرو� �ت نه ليدل كيږي پر كرښه نور لس زره عسكر ځاى پرځاى شي. ټولى نښى ښيى چې امريكا هم نشى كولاى پرپاكستان لازم فشار وارد كړى ، او پاكستان اوس هم دا ظرفيت لري چې وكولاي شى تريو حده امريكا ته رډ ځواب وركړى خو دا هم ورته ممكنه نده چې چورلټه له امريكا غوڅه كړي او امريكا هم په سيمه كې د خپلى ستراتيږي له امله اړه ده تريوحده دا تريخوا� �ى وزغمي.نو افغانستان ته د كندوليزا رايس دا سفر او دهغى څرګندونى، سره لدى چى ډيري اميد بخښونكې دى او هغه انديښنى يې له منځه يووړلى چې ګواكې افغانستان دنړيوالى ټولنى ملاتړ له لاسه وركړي او يا داچې ګواكې افغانستان ديو ستر سياسي بدلون په درشل كې دى ، خو د افغانستان اصلي غوښتنه چې د ترهګرى پرضد جګړه بايد هلته تمركز ومومى چيرته چې ترهګر روزل كيږى او سياسى او مالى ملاتړ يې كيږي. تراوسه سم ځواب ندى موندلى، دا د ډاډ ځاى دى چې امريكا او نړيوالى ټولنى د افغانستان دا غږ اوريدلى خو لا تراوسه د افغانستان د دى غوښتنى په وړاندى يي كوټلى ګامونه ندى پورته كړى، نو په كار ده چې افغانستا، امريكا،نړيواله ټولنه او دكرښى نه ها خوا پښتنى وطنپال ګوندونه ټول په ګډه په پرله پسى توګه په پاكستان فشار راولى ترڅو پاكستان دى ته اړ كړى شى چې دافغانستان پرضد له جګړى لاس واخلي. ",درايس په راتګ آيـا زمـوږ غـوښـتـنه ومـنل شـوه؟ 3661,وحيد سپين غر _ كابل," وحيد سپين غر _ كابل په دې وروستيوكې ځينومتعصبوكړيو اوافرادوپه يوې نوې ډنډورې  لاس پوري كړې  او دې خبري ته يې زور وركړي چې ګواكې په هيوادكې دڅوكلونوپه ترڅ كې هيڅ ډول دآبادۍ اوبيا رغونې كارونه نه دي ترسره شوي داپه داسې حال كې ده چې په هيواد كې دڅوكلونوپه ترڅ كې دپامل� �نې وړكارونه ترسره  شوي اودالړ ۍ اوس هم روانه ده ،دهيواد بيارغونه په دووبرخوبايد وويشل شي ،يوه دپخوانيوورانيو بيا رغونه اويوه هم دنويوتاسيساتو اواقتصادي بنسټونورامنځته كيدل .كه له حقيقته تير نشو په دغودواړوبرخوكې مهم كارونه ترسره شوي دي خودزړو او پخوانيوورانيورغونه ترټولوڅرګنده اودپاملرنى وړبرخه ده چې سر ته رسيدلې ده. ددې حقيقت دروښانه كولوپه خاطر ستاسوپام دغو لاندنيو ټكوته راګرځوم :دڅه دپاسه دوو� �سيزوخونړيواوكورورانونكو جګړوپه بهير كې زموږهيواد ته نه يوازي انساني زيانونه رسيدلي بلكه ددې ترڅنګ دهيواداقتصاد ي اډانې ته هم ډير تاوانونه اوښتي دي. دې ورانونكى جګړې زموږدهيواداقتصادي بنسټونه داسې وران ويجاړكړي چې رغونه يې لسګونو  كلونو  كاراوزيارته اړتيالري ترڅوموږ دجګړې په  اقتصادي ناخوالو اوو� �انيوبانديبرى ومومو.ټولوته ښكاره اوڅرګنده ده چي دبن دپريكړونه وروسته لنډمهاله اداره په داسې حال كې منځته راغله چې دهيوادټوله هستي ،اوشتمني يا دجګړوله امله له منځه تللي وه او يا  د خپلمنځي تنظيمي جګړوله امله لوټ اوتالا ن شوي وه ،په تيره بيا دطالبانودسخت دريځي واكمنۍ په كلونوكې نه يوازي دهيواداقتصادي بنسټونوتاوانونه ليدلې بلكه دهغه په څنګ كي دهيوادمعنوي شتمنيوته هم نه جبيره كيدونكې زيانونه اوښتي دي .دښوونځيو اونوروتحصيلي موسسوتړل ،كلتوري ارزښتونوته سپكاوى دكلتوري او فرهنګي بناوو،ورانول ،دهيواددم� �كزاوولاياتودموزيمونوداثاروله منځه وړل او بهر ته دهغوقاچاق هغه ستر زيانونه ووچي دطالبانودسخت دريځي اوبنسټ پالې واكمنۍ په بهيركې زموږ ملي شتمنيوته رسيدلې دي ،دښځوپه وړاندي دطالبانوله كركى اووحشت نه ډك چلند اودبودا دستروتا ريخي اوبې سارواثاروله منځه وړل هغه ستر اوله تعصب نه ډك تاريخي  خيانت بلل كيږي چې دطا� �بانودتوري واكمنې په دوران كې ترسره شويدي  .لنډمهالې ادارې په داسې وخت كې حكومتي چارې ترلاسه كړې چې ددولت خزانه تشه او هيڅ په كې  نه وو،اوحكومتي دستګاه دړي وړي شوي وه،په داسې شرايطوكې دحكومت اودولت دچارو سمبا� �ول ډيرګران اوستونزمن كارو.              خوددي سره سره لنډمهاله اوانت� �الي اداره په دې وتوانيدل  ترڅودخپل ولس  په مرسته   اودنړيوالو   په مالي كومك په ډي� �وستونزوبرى ومومي ،دلته غواړو په اجمالي توګه دځينوهغو لاسته  راوړنونه يادونه وكړوچي په دغودوو،دوروكي ترلاسه شوي دي:له هرڅه نه مخكي ددولت اداري تشكيلات ورغول شول،تعليمي او دلوړوتحصيلاتوادارې دهيواددبچيانوپر مخ پرانستل شوې. ددرې نيموميليونوپه شاوخوا كې مهاجرهيوادوال له پاكستان اوايران نه هيوادته راستانه شول.دبهرنيوموسساتواوانجوګانودفعاليت په نتيجه كې دهيوادپه مركزاوولاياتوكې په لسګونو زروهيوادوالوته دكاركولونوي زمينې  پيداشوي اوپه دې توګه وزګارهيوادوال دهيوادپه دننه كې دتنخواه او م عاشونوڅښتنان شول.په مركزاوولاياتوكې دخصوصي سكټورپه چوكاټ كې تعميراتي اودبيا ابادۍ كارونه پيل شو� �،دهيوادپه مركزاوولاياتوكې دماركيټونو،بلډنګونو،اوكورونودجوړولوكارونه ډيرګړندي شول ،چې ډيرووزګا� �وهيوادوالوته په كې دكاركولو زمينې پيداشوي.دهيوادپه مالي چاروكې دپاملرنې وړبدلونونه را منځته شول مالي � �وانين جوړشول دهيواددمالي چارودسمون په خاطردګمركاتوقانون اودمالي چارونوربيلابيل قوانين له سره نوي اوجوړشول.اوپه دې توګه دمالي اوپولي چارودسمون په منظوريومنظم اوهراړخيز سيستم رامنځته شو.دنويو افغانيوچاپ اوخپرول يوبل ستراودپاملرنى وړګام و چې ترسره شو،اواوس د افغانيو پولي ارزښت دګاونډيواود سيمي هيوادونودپيسواواسعاروپه پرتله دډير اعتبار اوارزښت څخه برخمن دى.دهيواددلويولاروجوړيدل يوبل داهميت وړګام وو چې په دې موده  كې ترسره شوى دى ،دكابل كندهاردلويې لاري جوړيدل ،دكابل جلال ا باد دلويې لاري رغول او جوړيدل  چې كاريې دپاى ته رسيدوپه حال كې دى،همدارازدهيوادپه ولاياتواو ښارونوكې ډيرې لارې  ترميم او� �يرشميرسړكونه پاخه شوي ،كريړ پري اچول شوي اوګټي اخيستلوته چمتوشويدي.دسالنګ ټونل رغونه يوبل ډيرمهم ګام ووچې ترسره شوى دى اواوس داټونل په بشپړه توګه رغول شوى اودټرافيكوپر مخ پرانستل شوى دى.دهيواددلويولا� �وپه رغيدوسره په تجارت كې هم دپاملرني وړبدلونونه راغلي اودهيواد تجارت پراختيا موندلي ده ،په وروستيوك� �ونوكې  دتجارت په برخه كې په زړه پوري تغيرات رامنځته شوي ،دګاونډيوهيوادوسره زموږ په تجارت كي دپام وړبد� �ون ليدل كيږي دايران اوپاكستان سره زموږ تجارت څوچنده زيات شوي اوزياته وده يې كړي دمثال په توګه دپاكستان سره زموږكلني تجارت ان يونيم ميليارډوډالروته رسيږي چې داخپله دتجارت دودى يوډيرڅرګندپرمختګ ښيي .په صنعتي برخه كي هم دخصوصي سكټورله لوري دهيوادپه مركزاوولاياتوكې دپاملرني وړپرمختګونه رامنځته شويدي ،په كابل ،كندهار ،هرات ،جلااباد،اومزارشريف كې د خصوصي متشبثونواوملي سوداګروله لوري دغوړيو،پلاسټيك،ادويه جاتو،بيلابيلو خوراكي موادو،دبرقي سامان الاتوبيلابيلي وړې اوغټي فابريكې جوړي شويدي.لنډه داچې په دغوك� �ونوكې په اقتصادي ډګركې دپام وړدبيا رغونې اوابادۍ كارونه ترسره شوي اودالړۍ اوس هم  روانه ده ترڅوپه هيوادكې اقتصادي اډانه بيرته له سره اباده اوورغول شي  اوولس دپوره سوكالۍ څښتن شي .ددغواقتصادي اوبنسټيزوپرمختياووپه رڼاكي ددي وړاندوينه كيدي شي اوپه ډيرجرات سره ويلاي شوچي دګړنديوهڅواوپه نه ستړي كيدونكي كارسره كولاي شوپه  ډيره لنډه موده اودڅوكلونوپه بهيركي دخپل جګړه ځپلي هيوادوران ويجاړاقتصادي بنسټونه له  سره په اساسي اوبنسټيزه توګه اباداوورغوو.اقتصاد دهري ټولني دملادتيرحيثيت لري هغه هيوادونه چي غښتلي اقتصاد لري ،هغه غښتلي په ځان متكي اوپياوړي هيوادونه دي ،ځكه خوپه اوسنۍ نړۍكي ه� �هيوادداهڅي كوي ترڅوله اقتصادي پلوه غښتلي اوپه ځان متكي شي اودنوروله منت اوپيغورنه خلاص شي.دنړي ټول پرم ختللي هيوادونه هغه هيوادونه دي چي غښتلي اقتصاد لري .زموږ هيوادچي نوې يې دانكشاف اوپرمختيا لاره غوره كړې او دټولنيزې سوكالۍ په منظورهلې ځلې كوي ،ورته  لازمه ده چې دهيوادداقتصادي پياوړتيا لپاره هڅې او كوښښونه نورهم پياوړې اوګړندي كړي ترڅوزموږ هيوادهم له اقتصادي پلوه په ځان متكي اودتل لپاره دنورودمنت اوپيغورنه خلاصون ومومي اوټولنيزه سوكالي يې په برخه شي .ديادولووړده كه چيرته په هيوادكې سراسري سوله اوامنيت موجود واي اوګاونډ يو هيوادونودافغانستان په كورنيوچاروكې لاسوهنې نه كولې نوپه پوره باورسره ويلې شو چې د آبادي اوبيا رغونې په بهير كې به نورهم خوځښت راغلې واي اودولس په اقتصادي ژوندكې به هم دپاملرنې وړبدلون رامنځته شوي واي په دې هيله چې په هيوادكې سراسري سوله اوامنيت تامين شي اودهيواددبيا رغونې كارونه نورهم ګړندي اوپياوړي شي . ",له حقيقت نه سترګي مه پټوۍ ! 3662,," تيره شپه د بغلان ولايت د خوست ف� �نګ سيمه کې توند سيلابونه راوتلى ، چې له امله يې ٧ تنه ولسى وګړى تري تم شوي دي . سيلابونو په لويه کچه په سيمه کې د کر ځمکې او هستوګنې کورونه لاندې کړي چې له دې امله يې ډير زيان خلکو ته رسيدلۍ دى. تراوسه پورى ځايى اوسيدونکو يوازې د٢ تنو مړي پيدا کړي او ٥ تنه لا هم لادرکه دي . سيلاب ځپلو سيمو او خلکو ته د دولت له لوري م� �ستې نه دي رسيدلې او اوسيدونکى ګيله کوي چې ولايت ورسره هيڅ مرسته نه ده کړې . ",سيلابونوبغلان کې ٧ تنه وړي اوخلکو ته يې زيان رسيدلۍ 3663,," کابل ښاريان له څو ورځو راهيسې د تودخې موسم � �ه پيل سره سم په ٢٤ ساعتو کې يوازې ٤ يا ٥ ساعته هغه هم د نوبت له مخې بريښنا لري .اکثريت اوسيدونکى د بريښنا د نشتوالى له ستونزې سرټکوي او د بريښنا وزرات مشران او چارواکى ګرم او پړه بولى ، چې په ټولو ژمنو کې پاتې راغلي .د بريښناوزارت چارواکى وايى چې د اوبو دکچې د کمښت او دتوربينو د خراب والى له امله نه شى کوالۍ کابل ښار يانو ته پرته له نوبته بريښنا ورسوي . په داسې حال کې چې په کابل کې له ١٧٠ څخه تر ١٩٠ ميګاواټ بريښنا ته ضرورت شته، اوس مهال دچارواکو په وينا ٦٠ ميګاواټ بريښنا کابل ته رسيږي . يو شمير کابل ښاريانو له بينوا سره په خبرو کې د بريښناوزير اسمعيل خان ته بلنه ورکړه ، چې نور دې په ډير عزت سره په خپله خوښه د وزارت څوکۍ پريږدي. ",کابل ښاريان د بريښنا له نشتوالى سرټکوي 3664,," ١٢ نيمې بجې شاوخوا د کابل ښار په زړه د پښتنوستان واټ سيمه کې چې شاوخوا يې د عدليې ، ماليې اوکانو وزارتونه او د ارګ ماڼۍ ، سرينا هوټل ، ملى بانک ودانۍ او دپوليسوح وزه موقعيت لري چاودنه شوې اودغو سيمو ته ورغلې لارې د ترافيکو په مخ تړل شوي دي . دکابل ښار د جنايى جرمنو سره د مبارزې د څانګې مشر على شاه پکتياوال بينوا ته وويل ، چاودنه د عدليې وزارت څنګ ته نږدې په يوه لاسى کړاچۍ کې � �امينځ ته شوې چې له امله يې ٢ تنه ټپيان شوي .په ټپيانو کې هغه کس هم شامل دي چې کړاچۍ يې ليږدوله . دعدليې وزارت ودانۍ هندارواو ٢ موټروهم ته زيان رسيدلۍ دى .د مرګ او ژوبلې دقيقه شميره نه ده مالومه . عينى شاهدانو بينوا ته وويل د قربانيانو شميره تر دې ډيره ده کومه چې رسمى چارواکو په ګوته کړې . عينى شاهد عبدالحمد بينوا ته وويل چې د يوې ښځې په گډون يې ٦ تنه ټپيان د پېښې په ځاى کې ليدلي دي.چاودنه اريانا سينما ته مخامخ د ښار په ډيره ګڼه ګونه سيمه او واټ کې رامينځ ته شوې ده .په سيمه کې د پوليسو يو چارواکې چې دنوم له ښودلو يې ډډه وکړه بينوا ته وويل چې چاودنه په يوه کړاچۍ کې رامينځ ته شوې چې له امله يې ٤ تنه ټپيان شوي دي.چاودنه په داسې مهال کې ترسره کيږي چې افغان ولسمشر د چاپان په رسمى سفر پرون ناوخته هغه هېواد ته لاړ. ",دعدليې وزارت ترڅنګ چاودنه شوې 3665,,"   مخکښ سندرغاړی فرهاد دریا نن دخبریالانو په وړاندې دافغانستان دبشري حقونو دخپلواکه کمیسیون له اړخه دنوموړي هلې ځلې چې دملي تلویزیون سره په گډه دتلویزیونې خپ� �ونې په بڼه یې دماشومانو لپاره درلودې ونازول شو او ورته ستاینلیک ورکړل شو. ددغې کمیسیون مشرې سیما ثمر وویل چې فرهاد دریا له ماشومانو سره دخواخوږۍ له امله په ملي تلویزیون کې دا پروگرام پرمخ بوته چې دکمیسیون له لوري وستایل شو. دغه راز دملي راډیو ت� �ویزیون مشر نجیب روشان وویل چې له فرهاد دریا سره دماشومانو دغه پروگرام چې پخپله دریا پرمخ بوته خورا ا� �زښتناک بللی شو . روشان ته هم کمیسیون ستاینلیک ورکړ او روشان په خپل وار سره ستاینلیک دملي تلویزیون وباله. فرهاد دریا له خپلو هغو ملگرو چې پدې اړه یې ورسره مرسته کړې وه هم مننه وکړه. فرهاد دریا په ملي تلویزیون کې دماشومانو دنازولو لپاره یو پروگرام پرم خ بوته.    ",ماشوم ته دکار په اړه فرهاد دریا ونازول شو. 3666,," پېښور(انلاین): د پښتونخوا ایالت په سیلاني سیمه سوات کې د سېلابونو او دغره د ښویېدو له امله ۱۷ تنه مړه � �ویدي. دغه کسان د سوات په ګهیل نومې سیمه کې د غرنۍ ویالې د بهېدو له امله تر کمرونو او پاڼونو لاندې شویدي. د سوات د یوتن چارواکي شهاب ع� �ي شاه په وینا، دغه ویاله له تېرو دوو کلونو راسې وچه وه، خو د پرونیو پرله پسې ورښتونو له امله ناڅاپه له اوبو ډکه شوه او مخه یې د کورونو په لور واوښته. تر دې مخکې  د یکشنبې په ورځ هم په کالام کې پ� �کورونو د غرنیو کمرونو او پاڼونو د پرېوتو له امله ۱۲ تنه مړه شوي وو. د پښتونخوا ایالت چارواکو د مړو له کو� �نیو سره د یولکو او له ټپیانو سره د ۵۰ زرو پاکستانیو کلدارو مرستې ژمنه کړېده.    ",په سوات کې سېلابونو د ۱۷ تنو ژوند واخست 3667,,"   امنیتي چارواکو خبري رسنیو ته ویلي چې نن امنیتي سرتیرو په کندهار کې دولس طالبان وژلي خو لا هم طالب ویاند خبري رسنیو ته څه ندي وی� �ي. ",چارواکي ددولسو طالبانو دوژلو ادعا کوي. 3668,هدايت الله هدايت - استراليا," هدايت الله هدايت۴ / ۷ / ۲۰۰۶   دسوډان د دارفور سيمه چې ددولسيزو راهيسي ديوې � �ويي انساني  غميزي او بحران سره مخه او لويه انساني تراژيدي او مرګ ژوبله يې را مينځته کړېده، اوس هم د افريقا په قاره کي د کړکېچ  توده سيمه پاته کېږي او د نړۍ عامه پاملرنه  ځانته راګرځوي . دارفور د سوډان دغه لوېديځه سيمه د شلو کالو را هيسي د قومي ، قبيلوي او ددولت د ناراضو عناصرو لخوا د جګړې  مصيبتونو په يوه غمځپلې  او دانسانانو د وينو ، اوښکو او ساندو په سيمه اړول سوېده  . د غه سيمه دکورنيو لانجو، نښتو او بهرنيو لاسوهنو په وجه تر اوسه پوري تر دريو لکو زياتودبېګناه انسانانو  ژوند اخيستئ او څه ناڅه دوه نيم ميليونه خلګ يې بې کوره او لالهانده کړی دي . په دار فورکي د سوډان د بومي قبيلو د وسلوال کېدو نه راورورسته په دې سيمه کي د اخ وډوب او اختلافونو لمن د هري ورځي په تېرېدو سره بيا و داسي حالت ته رهي کيږي چي دسيمي د ژوند  ښارَ ګ يې تر فشار لاندي راوستی دئ . ددغي سيمي  پارېدلي ډلي چي "" د سوډان د آزادي بخښونکی غورځنګ "" او په ختيځ کي "" د مساوات او عدالت د غورځنګ "" په نامه ځانونه ښئي  ددولتي قواوو سره  په جګړو لاس پوري کوي . په دار فور کي ددې ځواکونو د اختلاف ظاهري  بانه دخلګو دژوند ښه کېدل ، د خرطوم سره يوځای پاتي کېدل او د  افريقائي تورپوستو څ خه د عربي مليشياوو  نژادي پاکول اعلان سوي دي . همدا وجه ده چي  ددارفور په بحراني سيمه کي د څو کالو راهيسي د سوډان او د افريقا په قاره کي   سوله او ثبات د ګډوډ ی سره مخه سوې  او دغه سيمه يې په يوه لويه شخړه  کي راکښې ايستې ده .  درې کاله پخوا يعني په  کال ۲۰۰۳ کي د سوډان په لوېديځه برخه دارفور کي د په خټه افريقايې ﻻصله اتباعو چې خپلي غوښتني يې درلودلې د عربي ملېشو س� �ه  چي د لوېديځ  په ادعا د سوډان  ددولت لخوا يې ملاتړ کېدلئ ، سختي جګړې پيل سوې . وروسته بيا په کال ۲۰۰۴  کي  ددې جګړو د آرامولو او د ثبات د ټينګېدو دپاره  د افريقا اتحاديې  خپل اوه زره  د سولي ساتونکي قواوي  و دې سيمي ته ولېږلې . دا موده پر ختمېدو ده او د هغوی  ماموريت   د سږ کال په سپټامبر کې   پاېته رسيږي  .  همدارنګه د دار فور د بحران  په اړه د افريقا د اتحاديو د هغه مهلت موده هم داپريل پر دېر شمه پاې ته ورسېدله   چي دوه کاله مخکې د خبرو اترو ددوام په خاطر  د نايجريا په پاېتخت ابوجا کي تر لاسه سوې وه . دغي موضوع ان   دهمدې اوسه څخه  په سوډان کي ددارفور دشخړي د بيا تازه کېدو په هکله زياتي اندېښنې او پوښتني  را پيداکړي دي  .  څه وخت مخکي د سوډان يوه مقام د امريکا تر فشار لاندي د امنيت شورا د يوې پريکړي پر تصويب باندي چي په هغه کي و دارفور ته د نړیوالو ځواکونو دځای پر ځای کولو په اړه خب� �ي سوي دي ، غبرګون ښودلی  او ويلي يې دي چې   امريکا د ملګرو ملتو دسازمان د اجازې نه پرته غواړي يو ځل بيا په دارفور کي د عراق  تجربه تکرار کړي . د العالم  خبري شبکې  د سوډان د ډموکراټيکي اتحاديې د ګوند دمرکزي دفتر � �ئيس مير غني حسن له قوله ويلي دي چي  د جنوبي سودان و دارفورته د امنيت شورا لخوا د نړی وال پوځ د  لېږلو پرېکړه يو ناسم اقدام او هغه دسوډان د حاکميت د تر پښو لاندي کولو په معنی ارزول کېږي  .  هغه وائي دنړی وال پوځ د ځای پر ځای کېدو پر ځای غوره به دا وي  چي په دارفور کي د افريقائي اتحاديې  قواوي چي همدا اوس  هلته موجودي دي،  شم ېره دي يې ولسو زرو تنو ته  جګه سي  او  ملګري ملتونه دي  دهغوی سره ه خپله لوجيستکي ملاتړ او مرسته   اعلان کړي   . په ياد  دي وي چي د ۲۰۰۵ کال په لوم ړيو کي کله چي  د دارفور بحران  و يوه  ډېر خطرناک پړاوو ته ننوت،  د ملګرو ملتو سازمان عمومي منشي کوفي عنان، د رواندا د عامه وژني  دلسمي کاليزي په مناسبت اعلان و کړ  ""چي نړۍ نور نسي کولای پر هغه څه چي په دارفور کي تې� �يږي لاس تر زني  کښېني"" . په دې هکله د افريقا داتحاديې د اعتراض سره سره د امريکې کنګرې هم  پرېکړه وکړه چي هغه څ ه چي په دارفور کي تېريږي هغه دي عام وژنه و ګڼله سي . ددې نه وروسته د امنيت شورا پروسږ کال د جون پر دېرشمه نېټه هم پرېکړه صادره کړېوه چي سوډان ته يې دېرش ورځي مهلت ورکړی وو څو په دارفور کې و جناياتو ته خاتمه ورکړي  او جنګي جنايت کاران دي هم و محکمې ته را کش کړي  . خو  را وروسته سوډان  پر دې پرېکړي  باندي انتقاد وکړ .   د دارفور يا ديار الفور د لانجې  تاريخي  ريښې د دارفور  سيمه  ۵۱۰ زره مربع کيلومتره مساحت لري  چي  دشپږ مليونوتنه نفوس په درلودلو سره  د ټول سوډان د نفوسو او مساحت  پنځمه برخه  تشکيلوي . په اداري لحاظ پر درو شمالي دارفور، جنوبي دارفور او غربي دار فور باندي وېشل سوې او د دسوډان د نړيوالي پولي هغه برخه  جوړوي چې د ګاونډي هيوادو چاد، � �يبيا او مرکزي افريقا سره  يې موښلوي . په دغه سيمه کي د سلو په شاو خوا کي عربي او افريقايې قبيلې ژوند کوي،  چي  ډېر و هغه  ته د قبيلو سيمه وائي  . د فور اسلامي سلطنتي کورنۍ د کال ۱۶۵۰ نه بيا تر ۱۸۷۴ پوري پر دغه  مځکه باندي  واکمنه وه .  د نولسمي پېړۍ په اتيايمه لسيزه کي يې وعثماني دولت ته بيعت وکړ  .  تر ۱۸۹۸ پوري د المهدي دولت د قلمرو يوه برخه وګرځېدله . وروسته بيا په ۱۹۱۶ کې د انګرېزانو لاسته ولوېدله او د سوډان ددولت سره يوځای  سوه چي ګډه واکمني يې د انګليس مصر  تر لاس لاندی  پر مخ بېول کېدله . دا� �فور يا ديار الفور  په سوډان کي د فور دقبيلې نه را اخيستل سوې ده چې د جبل مرا د هېواد دمرکزي  غرنۍ سيمي د تو� �پوستو بزګرانو څخه، شمالي برخي يې د کوچيانو  او جنوبي سيمي يې بيا د افريقائي بزګرانواو مالدارانو څخه جوړي سوي دي .  ددغې سيمي زياتره اوسېدونکي مسلمانان دي چي يوه کوچنۍ دارفوري ډله ئې په عربي  ژبه ږغيږي . شمالي برخه يې ز ياتره د صحرا د هېواد  کوچيان  دي  چي په دغه سيمه  کې مېشته سوي دي . ددې ځای  مرکزي او جنوبي سيمي  چې د غ� �نيو او شنومځکو پر لمن  پرتې دي تل يې د داسي لانجو سره لاس او ګرېوان وو چي پاېله يې د خپل ګاونډيو چوپانانو او بزګرانو سره  په جګړو ختمه سوې ده .    په دې سيمو کي کله چې  باران لږ  و اوريږي  نو بياد اوبو د وېش پرسر خونړۍ شخړي  را پورته سوي دي   .  دغه سيمه د ډېرو وجوهاتو په خاطر تل د کړکېچ منبع  پاتي وه  چي تر ټو لو محوري اړخ  يې د اوبو او څړ ځايو پر سر باندي  د  قبايلو  خپل مينځي اختلافونه او جګړې وې . د دارفور سيمه  د جګړو ډک تاريخ لري  . که څه هم  په دې ځای کي د ډېر پخوا راهيسي زياتره ستونزي په دوديزه توګه حلېدلې  خو دغه هېواد د کال ۱۹۸۰ د ډېري سختي قحطۍ او بېساري وچکالۍ په سبب دستونزو د حل دوديزه ﻻره وشلوله، او دهغه راوروسته ئې   دغه هېواد په يوه ډېره پېچلې بحراني حالت کي را ښکېل کړ . که څه هم ځيني سياسي چارواکې د خپلو سيمو په استازيتوب په دولتي حاکميت کې خپل استازي لري خو بيا هم د هر کال په تېرېدو سره  وضعه تر بد بدتره کيږي او په دې هېواد کي  د ډېرو ترژايکو پېښو دم خنيوی څخه پاتي راغلي دي   . په تاريخي او دوديزه توګه ددې سيمو د قبايلو ترمينځ تل د بېلابېلو هدفو او انګېزو له امله اتحادونه او ائتلافونه  جوړ سوی   دي  . خو دغه روان  کړکېچ  امريکا او نور لويديځ هېوادونه   دې ته هڅولي دي چي  د دارفور ددې کورني بحران څخه ګټه پورته  او هغه ته بين المللي بڼه ورکړي او وروسته بيا د پېښو لورئ دخپلوسيمه ايزو سياستونو دپلي کولو پر لو� �ي  رهي کړي  .   په  دارفور کي د بحران لومړني  بڅرکي او پايلې د دار فور په سيمه کي د بحران لومړني بڅرکي په کال  ۱۹۸۶ د سوډان د پخواني صدراعظم صادق المهدي په وخت کي هغه وخت راپورته سوه چي نوموړي عربي قبايل چي د المهدي د طايفې دوديزه ملګرې دي د عربي يووالي تر نامه لاندي د يوه سازمان   لاندي سره راټول  او د فور د ډيري لويې افريقايې قبيلې پر ضد، د مير غني تر لارښووني لاندي د دیموکراتیکی اتحاديې د ګوند چي د المهدی ددولت سره يې ائتلاف درلود، لاس يو  او د لانجووپراخېدو ته لاره پرانيستله   .  د فورانو او عربي قبيلو تر مينځ  ددرو کالو په موده کي د دغه خونړۍ جګړې په پيل سره، ديوې خوا  فورانو چي د چاد او دارفور تر مينځ په راشه درشه کي وه، د عربو پر قبايلو باندي حملې وکړې او دبلي خوا د ليبيا اسلامي لژيون او د امت حزب د قدرت پر سر لوبو کي دغه سيمه په وينو او اور کې لاهو کړه . د المهدي دولت بيا وروسته په دې پېښه کي دخالت وکړ او ددوو قبيلو په مابينځ کي يې يوه لنډ مهاله او نيم بنده  سوله  ټينګه او د ۱۹۸۹ د نوامبر په مياشت کي د سولي کنفرانس په پرانيستلو سره و دې جګړو ته خاتمه ورکړله . خو راوورسته پېښو وښودله  چي دا سوله يوازي و يوه اوربند ته ورته وه  نه د پوره سولي و تأمين ته  . په دې ډول د عربي او افريقايې قبيلو دلانجو شتون ﻻ هماغسي نا حله پاتي و .   ويل کيږي چې امريکا او لوېديځو هېوادونو د سوډان  ددولت سره د خپلو لانجواو  اختلافونو پر سرتل دياغيانو څخه ملاتړ کاوه او همدا وجه وه چې  د سوډان دولتي چارواکو هم په دارفور کي د کړکېچ او ګډوډيو پړه پر لوېديځو هېوادو او په لومړي سرکي پر امريکا باندي اچوله  . سوډان ددغو هيوادو لاسوهنه د سيمي د ثبات  اوسولي د ټينګيدو په ﻻره کي ستر خنډ باله او د پېښو تر شا يې د هغوی د دخالت غندنه کوله . اوس هم دسوډان جهمور رييس عمر البشیر، امريکا او لوېديځ هېوادونه د سوډان په لوېديځ  کړکېچن دارفور کي ددې ځاي د ثروت او طبيعي زېرمو د زبېښلو او لوټولو په خاطر د هغوی پر نيتونو باندي ښکاره څرګندوني  کوي .  ددارفور سيمه نفتي زېرمي لري او مرکزي دولت يې په سوډان کي د ځينو چينایي،هندي او ما� �يزيايي شرکتو سره  د نفتو د را اېستلو په خاطر قرار دادونه امضا کړي دي  . داسي معلوميږي چي د جنوب و ياغيانو ته د مرکزي دولت  لخوا د امتياز ورکول په لوېديځ کي ددې باعث  ګرځېدلې وي چي د بلوا زمينه برابره کړي . خو ددې سره سره د سوډان ياغيان د دارفور د سيمي د نفتي زيرمو شتون  د خپلي خپلواکۍ  غوښتني  په خاطر يوه ډېره مؤثره وسيله ګڼي  .د ياغيانو لخوا دغه شانی توجيهات هغوی لا نور هم   و خپلي داعيې ته تشويقوي . داسي هم ويل کيږي  چې ګواکي  دايوه کورنۍ لانجه نه بلکه په ډاګه د ګاونډيو او پرديو هيوادونو د ﻻسوهنو نتيجه  ده چي  ددې انساني غميزي په تشکل کي  نقش  لوبوي  . د انګلستان  دګارډين ورځپاڼي په هغه وخت کې ليکلي وه چې  د سوډان په دې سيمه کې د نفتو دزېرمو شتون هغه څه دي چې لوی ځواکونه دلته راکشوي تر څو هغوی  ددغه زېرمو نه په خپله ګټه، ګټه واخلي او دا کار بيا د پرديودولتونو په لاسوهنه ختمه  کړي .   ددې سره سره نن سوډان  د وا� �نګټن د اسټراتيژۍ د دوو عمده او بنيادي عناصرو تر تأثير لاندي  راغلی دئ  .  يوپه کلي توګه  د ټولي افريقا د � �ارې په اړه د امريکا دګټو او د هغه د لاسته را وستلو سياست دئ او بل په خاص ډول د مينځني ختيځ په اړه د واشنګټن اوږد مهاله  د لاري نخشه  ده . امريکا د سړې جګړې د ختمېدو او د شوروي اتحاد د شو په شو کېدو نه وروسته د افريقا و سيمي ته  سترګي لغړولي دي . د افريقا په قاره کي د نفت او ګازو پر ډکو ذخيرو باندي تسلط د امريکا د لومړنيو او � �ويتونوڅخه ګڼل کيږي  . په سوډان او چاد کي د نفتو استخراج، امريکا ئي واکداران  تر هر وخت نه زيات و سوډان او دارفور ته متوجه کړي دي  . همدا اوس د سوډان نفتي زېرمي ددوو ميليارډ بېرله تيلو اټکل کوي . ددې نه علاوه امريکا د سوډان په شخړه کې دﻻسوهني د لاري غواړي خپله جهاني هژموني په افريقا کې  پلې کړي . وامريکا ته به  د دارفور اح تمالي سقوط   واشنګټن   په دې وتوانوي چي د خپل  نفوذ ساحه د افريقا و مرکز ي سيمو او لويو دريابو ته  پراخه   او دلته   دفرانسې و نفوذ ته هم ګذار ورکړي  . د دې ﻻنجې د کورني اوبهرني اړخو په شننه سره  کېدای سي چې څوک ډېر داسي عوامل او د بحران په دننه کي مُحرِکه خواوي پيدا کړي  چي ددارفور و انساني تراژيدۍ ته لمن وهي او د پيښولورئ د لويو ځواکونو د ګټو اوهدفونو سره سم پر مخ بيايي  . خو ډېر بيا په دې باور دي  چي  د سوډان اوسني چارواکو هم ددارفور د مسئلې په حل کي  په يوازي سر د ستونزو د حل قابليت  او توان  دلاسه ورکړی دئ  .   ددې ټولو سره سره ددارفور د حالاتو  پېچلتيا او په دې بحران کي دډېرو عناصرو دخل، د سيمي او دارفور دبحران د راتلونکي اټکل ګران کړی دئ . ددې بحران د کورني او بهرني  � �وبغاړو تر مينځ ډېر  تضادونه  اوتوپيرونه  سته چې ددارفورد قضيې و پېچلتيا ته  لا نور هم ابهام ورکوي  . کتونکي وائې چې  د دارفور دبحران حل بايد يوازي پخپله په سوډان کي د مېشتو خلکو او قبيلو د خبرو اترو دلاري حل   او د افريقا او د عربو د اتحاديې د مينځګړيتوب په چوکاټ کې    محدود پاتي  سي  او د پردو لاسوهني دي  پای  ته ورسيږ ي    . هغوی دا هم وائې هغه لاسونه او بهرني ځواکونه  چي دهغوی په لارښوونه او ملاتړ  ودې بحران ته لمن وهي  اويا  د هغې و  جهاني کېدو ته لاره هواروي  ،  په واقعيت کې  به دغه  کمپاين  د دې سيمي د نفتي او طبيعي زېرمو د زبېښلو د پاره  دداسي تازه  تلاښونو پيلنامه سي چې  د دارفور وبحران ته به  لا نور هم زور ورکړي .  اوس دا پوښتنه را پورته کېږي چې آيا په دارفور کي به سوله وساتل سي   او که ددې انساني غميزي په اوږدېدو سره به د سوډان  او سيمي راتلونکې  هم دامريکا د سيمه ايزه ا و نړی وال سياستونو په لانجمنه او کړکېچنه  کړيو کې ور داخله  کېږي  ؟   يادونه : کله چې ما دغه د دارفور دلانجې پر څېړنه باندي کار کاوه  او د خپرېدو لپاره اماده سوه نو په ګامبيا  کې د افريقا اتحاديې سر مشريزه غونډه هم جوړه او تازه پاېته ورسېدله . په دې غونډه کې هم د  دارفور په هکله محوري خبري سوی دي .   اخځونه  : ددې ليکني په سمونه کې د بي بي سي،لوموند ډيپلوماټيک، ويک پيډيا  ، د عفوي نړيوال سازمان او ټايمز آف انډيا د ويب  پاڼو څخه استفاده سوېده . د بېنوا ويبپاڼي له خوا خپري سوي ليکني بېله د ويبپاڼي د نوم ( له بېنوا ويبپاڼي څخه ) له يادولو جواز نه لري ",د دارفور غميزي ته يوه ځغلنده کتنه 3669,"اسد اسمايي - ف� �انسه"," دپخوانیوشرقیانوداخبره دیادوني وړ ده چي ویل به يې، . . . ددې پر ځای چې په تیارو با ندي لعنت ووېاست یو شمعه ولګوﺉ   دپخوانیوشرقیانوداخب� �ه دیادوني وړ ده چي ویل به يې، . . . ددې پر ځای چې په تیارو با ندي لعنت ووېاست یو شمعه ولګوﺉ دبېنوا ویبپانه په تیر وخت  کي زموږ د ټولو تیت او پرکوخلکو دیو بل دلیدو ډیره ښه هنداره وه چي په هنري رنګینو تصویرو یې دهغوی دمیني او ورګلوۍ احساس و� �وزه او د ازادۍ مشعل یې چي دانسان اصلي زیرمه او یوازنۍ  ځانګړنه ده ترممکنه حده ځلانده وساته او د خوشحال خټک دغه وينا یې له یاده ونه ايسته چي ویل به یې،   ازادي ترپادشاهیه لا تیری کا چي دبل ترحکم لاندي شي زندان شي   زه هیله لرم چي دبېنوا ویبپاڼه  به � �اتلونکي کي هم له امیده ډک اوبریالي ګامونه واخلي ددې ويبپاڼي د چلوونکوو د لا ډیرو بریالیتوبونو په هيله .   راتلونکی مو نیکم� �غه   ا سد ا سمایې فرانسه ۴ جولای-۲۰۰۶ ", بېنوا ویبپاڼه دي تل ځلانده وي 3670,بېنوا خپرنيزه څانګه," بېنوا ويبپاڼه د ۲۰۰۴ ميلادي کال د جولای له لمړۍ نېټې څخه تر اوسه ( په دوه کاله وخت کي ) کومي لاسته راوړني ،تېروتني او شامځکه لري ، په ږغ کي يې واورﺉ  بېنوا ويبپاڼه د ۲۰۰۴ ميلادي کال د جولاﺉ پر لمړۍ نېټه ( د ۱۳۸۳ هجري لمريز کال د چنګاښ پرلسمه نېټه) د لمړي ځل له پاره پرليکه � �وه ، دوه کاله يې په پرله پسې توګه خپروني وکړې ، دا چي هيڅ ډول مالي سرچينه او مرسته کوونکي نه لري ، نو ټوله هغه څه چي په پام کي وه ونه سوه ، مګر هغه همکارانو چي د بېنوا ويبپاڼي سره په افتخاري توګه همکاري پيل کړه کار يې دونه نتيجه ورکړه چي د يو شمېر کارپوهانو په وينا تر اوسه دانټرنټ په نړۍ کي بېلګه نه لري ، بېنو اخپرنيزه څ انګه له خپلو درنو همکارانو څخه دزړه له کومي مننه کوي ، او د ويبپاڼي ددوهمي کليزي په مناسبت ټولو ته د زړه � �ه کومي مبارکي وايي . د ږغ اخستلو دتخنيکی اسانتياو نه لرلوله کبله دغه مرکې يو� �ړ تخنيکي ستونزي لري او په ښه څرنګوالي نه دي ټيپ سوي ، هيله ده موږ وبخښی اوپه دې برخه کي موبې وسي ومنی ! غريبي ده اوس مو يو يو جانان بس دﺉ  -  چي د ښکليو ارزاني سوه بيا به ګورو",بېنوا ويبپاڼه په تېرو دووکلونو کي ( بېلابېلي مرکې ) 3671,"هدايت الله هدايت - استراليا"," ســر پـر سـر ج� �نـايـت هدايت الله هدايت ( استراليا ۵ / ۷ / ۲� �۰۶ م)   دا څو ورځي کيږي چې د فلسطين مظلوم ولس،  د حماس د رهبری سره يو ځای  چې دهغوی پخپلو  ډيموکراټيکو  ټاکلو سره  ددوی برحاله دولتي واکمنان دي، د اسرائيلو تر بې رحمانه بمباريو � �اندي  راغلي دي .   اسرائيلي پوځ  په سپينه ورځ د خپل يوه سر تيري د تښتولو په بانه د پخوا په شاني پر دغه زخمي  او مظلوم ولس  باندي خپل لوی  پوځي طاقت را مات کړ او فلسطينيان يې د خپلو عزيزانو د وژني او عامه تأسيساتو د خرابۍ او بمبارۍ و نندارې ته  راو ايستله    . دغه سيمه ائزه  يرغلګر ځواک  و هغه څه ته لاس واچوئ  چې نه يوازي د انساني او بشري اخلاقو او اصولو پر ضد يو ناوړه عمل او څرګنده  تېرئ ګڼل کيږي ، بلکه په عامه توګه،   نړيوالو اصول يې د تل په شاني په خپل کر غېړن عمل سره په لوی ﻻس  په لغته ووهله    او د فلسطين د غمځپلي هېواد او دولسونو پر حاکميت باندي  يې يو بر الا او رغنده تېری  وکړ . د غزې دبرېښنا پر دستګاه باندي د اسرائيلي سرتيرو بريد، د ملکي او غير پوځي کسانومحاصره او د اسرائيلي پوځ � �خوا دهغوی ډله ائيزه مجازات  اوس  دادئ  په سپنه ورځ او د نړۍ والو تر مخه اجرا کيږي . داسرائيلو دغه � �اني  بشري ضد عمل  دانسانيت او نړیوال بشري قانون په قاموس کې  سم دم د بشريت پر ضد جنګي جنايت بلل کيږي ،  د ژينوا د کنوانسيونو سره څرګنده سرغړونه  ګڼل کيږي  او   هغه اصول  چې د بشريت په تا� �يخ کې تر دا ننه پوري ورته احترام سوی دئ  هغه ته  يو بر الا سپکاوئ  او د معاصر  ټروريزم  دم فاهيمو په تعبير کې ورته   د دولتي  ټروريزم يو څرګنده  عمل  ويل کيږي . د فلسطين د غزې پر ترا� �ه باندي د اسرائيلي  ځواکونو دغه وروستي ځمکني او هوايې پراخ برېدونه  چې هغوی ددغي سيمي پر بنسټيزه عامه او ملکي تأسيساتو لکه د اوبو، برق، پلو او عامه ټرانسپورټي جادو او د فلسطين دکورنيو چارو د  وزارت پر دفترو باندي يې پيل کړ او   ډېر  بېخکي زيانونه او  تاوانونه يې  را وړل،  دغه جناياتو په نړيواله کچه   ډېره پراخه  کرکه را و پارو� �ه  . اسرائيلو ددې  بشري ضد تجاوز په لړ کې،  په فلسطيني خاوره کې د حماس د غورځنګ څلور شپېته تنه د کابينې غړي اود حماس د غورځنګ استازي نيولي او د اردن د رود په ختيځه غاړه کې   يې هغوی تر  خپلي څارني لاندي راوستي دي . صهيو نيستي رژيم  په خپل دغه  عمل سره نه يوازي د يو زيات شمېر هېوادو ، دولتونو ، ټولنيزه محافلو او ولسي پرګنو د کرکي او غوصې وړ ګرځېدلي دي   بلکه  دغه هېوادونو او کړيو دخپلو اندېښنو  په څرګندولو سره  په ډاګه ددې بشري ضد عمل  غندنه  هم کړېده .  د اسرائيلو دغه وروستي پوځي عمليات د ف� �سطينيانو د  ژوند هغه نسبي پاتئ عادي مسير ور  ګډوډ    کړ  او  دراتلونکو پيښو بهيريې هم و يوې نامعلومي خواته را  کښې ايستئ . اوس دادئ    بيا د فلسطين د اشغالي مځکو خ� �ک د خپلي آرامۍ دپاره هغه سپېڅلي اميدونه په نا ا ميدۍ  باندي بدلوي او د وېري او  وحشت فضا د فلسطينيانو د زړو او وړو په زړونو کې شومه سايه خپروي . دا ولس  اوس بيا دادي د داسي پېښو په انتظار کې  ځان ګڼي او سترګي يې و آسمان ته نيولي دي چې څه به کيږي  او په څه ډول به   ددې بې مسؤليته  اسرائيلي ټانکونو  او بم غورځونکو طيارو دبمباريو  څخه  ځانونه ، بچوي  .   نن سبا د اس� �ائيلو لخوا د غزې د تړادي  بيا اشغال په واقعيت کې  د فلسطين د مځکو  څخه د اسرائيلو د نيژدې  يو اړخيزه  پر شا تګ په مقابل کې  د اسرائيلو ددولت د تازه  دمه مشر اولمرت  د سياست  پر شکست باندي يو څرګنده اعتراف دﺉ  . د اسرائيلي  س� �تيري د تښتولو کيسه چې  د فلسطين دولت هغه د خپلو بنديانو سره د آزادۍ په بدله کې د خوشي کېدو وعده ورکړېده، په اسرائيلو کې د اولمرت و دولت ته دغه بانه  برابره کړه څو د فلسطين د خود ګردانه دولت ته چې د حماس د سخت دريزه او بنسټپاله حاکم  ګوند تر لارښووني ﻻندي پر خپله ﻻر روان دئ ، خپله څهره ور وښيې . اسرائيل غواړي  حماس ته  د داسي ضربې په ورکولو سره    دې ته اړ باسي چې د سياسي او پوځي کړنلاري تر مينځ يوه لاره و ټاکي .  دحماس  سخت دريزه مشران هم غواړي داسي وښيې   چې هغوی  په  فلسطين کې د حماس د حاکم  ګوند په توګه چې دولتي مسؤليت يې  په غاړه دئ   نه غواړي  د اسرائيلو سره  په جګړه کې خپل سياسي ﻻسته راوړني فدا کړي . په عين حال کې حماس چې د اسرائيلو سره  د پوځي مقاومت ددوام  پر وعدو  و قدرت ته رسېدلی دئ  تر اوسه پوري په داسي موقعيت کې ندئ چې د يوه واقعي دولت په حيث  دي عمل وکړي  همدا وجه ده چې د اولمرت دولت  د غزې پر تراډي باندي د خپلو توغنديو په ويشتلواو ددې سيمي د  عادي ژوند په خراپولو سره داشاني عمليات د خپل رات� �ونکي پوځي لارو سره تړاو  او هغه ته رسميت ورکوي څو په دې ډول د حماس چارواکي و متقابل غبرګون ته را کښې باسي  .  د اسرائيلي واکدارانو دغه وروستي بريدونه او تېرئ  د عربو د اتحاديې د سخت غبرګون سره هم مخامخ سوی دئ . ددې اتحاديې مشر عمر موسي  د ملګرو ملتو د امنيت  شورا په کلکه ملامته کړېده او ويلې يې دي چې دغه نړیوال سازمان اوس نسي کولای چې دغزې پر تراډه باندي  د اسرائيلو دحملې  غندنه وکړي . په ياده دي وي چې د فلسطين  استازي  ددې شورا څخه هم غوښتي وه چې داسرائيلو دغه حمله دې و غندي، خو  د امنيت شورا پنځ� �سو غړو د اسرائيلو ددغي حملې پر محکومولو باندي تله تيره کړه او  هغه  يې په واقعيت کې يو بې ارزښته عمل و ګاڼه !  . دا کار پخپله که ديوې خوا  د عربو د اتحاديې ضعف ښکاره کوي چې د فلسطين په وړاندي غير له اعلاميو د صادرو� �و څخه د بل ګډ او غرنده عمل واک ن� �ري نو د بلي خوا د ملګرو ملتو د امنيت شورا   لورئ هم  د هغوی  بېواکي څرګندوي چې  بر الا ددې خبري پخلی کوي  د چا په خوښه  پريکړي صادروي  ! که څه هم اوس په اسرائيلو کې د ځينو کړيو  په ګډون ډېر په دې عقيده دي چې ددې سيمي د لانجو حل په پوځي بريدو سره نسي تر لاسه کېدای  يعني دا چي دغه شخړه پوځي حل نلري ، خو ددې سره سره  داسي برېښي چې د فلسطين د مځکو پر سر باندي دغه جاري بحران به نور هم ډېر ډراماټيکه بدلونونه د ځانه سره ولري .   کتونکې په دې باور دي چې که امريکا يا اسرائيل د حماس په را پر ځولوکې کاميابه هم سي  خو ددائمي او يو هر اړخيزه منل سوې د حل  لاره به پيدا نکړای سي  او دا به په فلسطين کې د صدام  حسين د را پر ځېدلو په څېر يوه بله لويه  فاجعه وګرځي  .   په بېنوا ويبپاڼه کي خپرې سوي ليکني يوازي د ويبپاڼي د پوره نوم په ليکلو ( د بېنوا ټکی کام څخه ) سره په نورو خپ� �ونو کي خپرېدلای سي . بله هره ډول لاسوهنه بې قانوني ده . ", د فلسطين ـ اسرائيل دشخړي تازه پړاو 3672,," ", 3673,," ", 3674,," ", 3675,هڅاند," ميدان ښار۱۳چنګاښ:  نن مازديګر هغه يو ورځنى وركشاپ چې دسيميزې پرمختيا په اړه دميدان وردګوولايت په غونډيځ كښې جوړشوى ؤ، پاى ته ورسېد.په دغه وركشاپ كښې  دميدان وردګوولايت والي  عبدالجبار`نعيمي`،دميدان وردګوولايت د ادارو ټولورئيسانو،د ولايتي � �ورا غړيو اودښاري پراختيا وزرارت، دسيميزې پرمختيا مسوول عبدالخالق`نعمت`له خپلې تخنيكي ډلې سره ګډون كړ ى  و.په  وركشاپ كښې دګډونوالو له خوا دسيميزې پرمختيا په موخه وړانديزونه، ستونزې  او هغه توكي  چې سيميزې پرم ختيا كښې ترې ګټه پورته كېدلاى شي، وڅْېړل  شول.دسيميزې پرمختيا مسوول عبدالخالق`نعمت` وويل چې  دغه وړورك� �اپونه به دټول افغانستان په سطحه جوړوي.او دپرمختيا په اړه به پكښې وړانديزونه، ستونزې اونور اړونده مواد� �اغونډوي،له غونډولووروسته به يې ولسي جرګې ته وړاندې كوي چې له منلوپسته  به دسيميزې پرمختيا پلان ترې جوړېږ ي.       ",ميدان وردګ ولايت کي يو ورځنی سيمينار جوړ شو 3676,," ", 3677,,"   نن سهار دکابل په وخت د اوو بجو په شاوخوا کې دوو جلا چاودنو دکابل ښار ځینې څنډې ولړزولې او لږ تر لږ له لسو زیات پکې ټپیان او درې تنه مرگي وخوړل. لومړۍ چاودنه  اوه بجې او لس دقیقې دکابل ښار په زړه اسمایي واټ کې رامنځ ته شوه چې دچاودنې م وخه دملي اردو دسرتیرو دسپرلۍ موټر وه. بینوا ته عیني شاهد روح الله وویل چې ښوونځي ته په لار � �وان وه چې دچاودنې اواز یې واورید نوموړی وایي له دریو زیات ټپیان یې ولیدل چې ملگرو یې روغتون ته لیږدول. چارواکو په سیمه کې له خبرو ډډه کوله یوه پولیس چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي بینوا ته وویل درې ملکي وگړي په چاودنه کې ټپیان شوي چې ښځه، ماشوم او بل سپین ږیری پکې شامل دي. چارواکي وایي چې دا یو تصادف وه چې دگازو له دوکان سره شوی خو دبینوا خبریال سیمې ته ورغی داسې بریښیده چې په یوه کراچۍ کې له پخوا چاودیدونکي مواد ځای په ځای شوي وه او دملي اردو دسرتیرو دگاډي په نیږدې کیدو چاودیدلي دملي اردو گاډی په بشپړ ډول اور اخیستی وه. بله چاودنه دکابل شمال ته دخیرخانې دلب جر یا دویالې تر غاړې سیمه کې اوو بجې او دیرش دقیقې وې وشوه چې له امله دملي بس موټر زیانمن شوی. دکابل دامنیه قومندانۍ دمطبوعاتي دفت� � مشر انجنیر طاهر ایوب زي بینوا ته په سیمه کې وویل چې په دې چاودنه کې یو تن مړ او بل سخت ټپي � �وی. عیني شاهدانو بیا بینوا ته وویل چې له شپږو زیات ټپیان او له دوو زیات مړي یې پخپلو سترگو لید� �ي. بل لورته طالب ویاند ډاکټر حنیف خبري رسنیو ته د دواړو چاودنو پړه منلې او دمرگ ژوبلې کچه یې � �وړه ښوولې. تیره ورځ هم په کابل کې دوه چاودنې وشوې لومړۍ دارگ ماڼۍ ته نیږدې او بله چاودنه په کا� �ته نو کې دپولیسو په موټر کې وشوه چې له امله اته تنه پکې ټپیان شوه.    ",جلا چاودنو د کابل ښار ځینې برخې ولړزولې. 3678,," د کابل ښار ختيځ لوري ته د کابل - جلال ابادسړک د پ� �چرخى سيمه کې هم چاودنه شوې ده . کابل کې د کورنيو چارو وزارت چارواکوويلى چې په چاودنه کې چاته د سر زيان نه دى رسيدلۍ . نننيو او پرونيو چاودنو کابل اوسيدونکى ډير انديښمن کړي او د پخوا په پرتله د ښار په واټونو کې د خلکو گڼه گوڼه هم کمه شوې ده . د کورنيو چارو وزارت وياند چاودنې د هېواد د دشمنانو کار وباله .ددغې چاودنې مسئوليت هم طالبانو منلۍ او ددغې ډلې يو وياند ډاکتر حنيف ادعا کړې چې موخه يې د ملى اردو موټر وو.. ",کابل کې دريمه چاودنه وشوه 3679,," ", 3680,," د ملى دفاع وزارت په خپره شوې اعلام يه کې منل شوې چې دکابل ښار د اسمايى واټ په چاودنه کې ددفاع وزارت ٣٩ تنه کارکونکى ټپيان شويدي . اعلاميه وايى بم د خځلو په سطل کې ځاى پر ځاى شوي وو .امنيتى چارواکو د خيرخانې د لب جر په سيمه کې د چاودنې قربانيان پنځه تنه ښودلي، چې يو تن يې مړ او ٤ نور ټپيان شوي دي .د کورنيو چارو وزارت ستانکزى ويلى چاودنه هغه مهال شوې چې د تجارت وزارت د کارکونکو د سپرلۍ موټر له دغه سړک څخه د تيريدو په حال کې وو.عينى شاهدان د قر بانيانو شميره ډيره ښولې .په اسمايى واټ (جوى شير )کې د ملى اردو د کارکونکو دموټر ٦٠ په سلو کي سوځېدلی دی . ",په ٢ چاودنو کې يو تن مړ او ٤٣ تنه ټپيان شوي 3681,," نن په کابل  ښار د لمر وړانګو په داسې حال کې خپلې وزرې  وغوړولې  چې د ښار څو بېلابېلې برخې په همغه شېبو کې د څو پرله پسې چاودنو شاهدې وې ،که څه هم چې د نوموړو چاودنو په اړه د بېنوا درنو کتونکو ته د هرې پېښې سره سم وروستي معلومات خپاره شوي خو تر څنګ يې د کابل په ښار د چوپتيا خبر هم شته . په ښار کې ګڼې هټۍ تړلې او د نورو ورځو په څېر له ګڼې گوڼي ډک تګ راتګ نشته ،د يوشمېر وزارتونو کارکوونکي په دولتي موټرونو کې تګ راتګ ته زړه نه ښه کوي او ډېر کابل ښاريان دا غواړي چې ننۍ و� �ځ که يې توان ورسي په خپل کور کې  تېره کړي . ",په کابل ښار چوپتيا خوره ده. 3682,," په کابل ښار کې دروان کال د غبرګولى د ٨ نيټې د غميزې ٤١ تنه سمبال کونکى لا هم امنيتى چارو اکو نه دى نيولى او د کورنيو چارو وزير ضرار احمد مقبل وايى پوليس ددغو کسانو په لټه کې دي . نوموړى نن يوې خبري ناستې ته وويل ، له ١٨٥ نيول شوو کسانو څخه ١٣٣ تنه پړه او ګرم بلل شوي او ٥٢ تنه يې چې بېګناه ختلى ، بيرته خوشي شوي دي .ده منلې چې په پېښه کې ١٧ تنه مړه او ١٩٤ تنه ټپيان شوي ، دولتى او غير دولتى تاسيساتو ته ډير زيان رسيدلى دى.نوموړى ونه ويل چې ګرم کسان له کومو ډلو سره تړاو لري . ",پوليس د ٤١ ورانکارو په لټه کې دي . 3683,," د باميانو د ورث ولسوالۍ کې تيره شپه د يوې دوه ساعته جګړې په ترځ کې ددغه ولايت پوليسو ٥ تنه غله چې ٢ يې د پوليسو او يو يې د ملى اردوجامې او يونيفورم اغوستي وو، نيولي دي . چارواکو منلې چې له نيول شوو کسانو څخه تفنګچې هم ددوى لاس ته ورغلى دي. ",باميان کې د غلو ٥ کسيزه ډله نيول شوي 3684,," طالب جنګياليو نن سهار هلمند کې د ائيتلاف ٢ تنه عسکر ټپيان کړي دي . کابل کې د ائيتلافى ځواکونو يووياند ميرمن لاورينس د پېښې پخلۍ کوي او وايى هغه مهال ٢ تنه عسکر ټپيان شول چې د ائيتلافى عسکرو د ګزمى ګاډي د طالبانو د ډزو تر بريد لاندې راغلل .له دې وړاندې د طالب جنګياليو يو وياند د هلمند د بغران ولسوالۍ کې د ٥ تنو بهرنيو عسکرو دوژلو ادعا کړې ده . ",د ائيتلاف ٢ عسکر هلمند کې ټپيان شوي دي 3685,,"   دکورنیو چارو وزارت ویاند یوسف ستانیزي بینوا ته وویل چې تیره شپه دکندهار دعاشقانو په سیمه کې وسلوالو دپولیسو په یوه موټر برید وکړ او یو پولیس یې ټپي کړ دغه راز دپولیسو په ځوابیه ډزو کې ٥ ددولت مخالفین ټپیان شوي او ٦ راکټه پولیسو دمخالفینو له � �اسو نیولي. ",تیره شپه کندهار کې یو پولیس ټپي شوی. 3686,,"   دکورنیو چارو وزارت ویاند یوسف ستانیزي بینوا ته وویل چې ددولت مخالفینو دهلمند دنوزاد په ولسوالۍ برید وکړ چې بیا دپولیسو په ځوابیه برید کې پولیسو دوه پنجابيان ووژل او ٥ نور یې ټپیان کړل خو ښاغلي ستانیزي پولیسو ته دوراوښتي زیان په اړه څه ونه وی� �.  ",هلمند کې پولیسو ٢ پنجابي وژلي. 3687,,"   دولسمشرۍ له ماڼۍ په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر کرزي په کابل کې دنن ورځې چاودنې سختې غندلي او دا کار یې دهغه چا بللی چې نه غواړي په هیواد کې سوله را� �ي خبرپاڼه کاږي نننیو چاودنو یو تن وژلی او ٤٥ نور یې ټپیان کړي. ولسمشر کرزی دا مهال په چاپان کې دافغانستان لپاره د بې وسلو کولو او ډایاگ پروسو په اړه دجوړ شوي کنفرانس برخوال دی.    ",ولسمشر ننني بریدونه غندلي. 3688,,"   نن دملي اسلامي واک""ا� �تدار"" گوند په نوښت یوه لویه غونډه په کابل کې دانصاف هوټل ته دهیواد د پوهانو او روڼ اندو په گډون رابلل � �وې وه چې تر دې ټکي لاندې"" په هیواد کې ستونزې او داواري لارې"" دخبرو اترو له لارې وڅیړي او لاملونه یې په گوتو کړي. غونډې ته دملي اسلامي اقتدار گوند مشر انجنیر احمدشاه احمدزي خبرې وکړې او په هیواد کې یې ستره ستونزه دامنیت نه شتون وباله او پدې ټکي یې ټینگار وکړ چې باید نړیواله ټولنه دافغانستان دخلکو ا� �ادې په درنه سترگه وگوري او هر هغه څه وکړي چې له افغاني کلتور سره په ټکر کې رانشي که نه بیا به دامنیت � �اوستل نړیوالې ټولنې ته پهافغانستان کې لا ستره ستونزه وي. دغونډې بل ویناوال دهیواد وتلی سیاست پوه � �یکوال او شاعر مولوي صدیق الله فدایي و  نوموړي په هیواد کې په گڼ شمیر ستونزو وغږید او د اواري لارې چارې یې په گوته کړې. ښاغلي فدایي وویل هیواد دا مهال له هیواد بهر میشتو افغان کارپوهان ته بیړنۍ اړتیا لري ترڅو هیواد ته راشي او دهیواد په بیارغونې کې دهغوی له تجربو گټه پورته کړای شي. په هیواد کې دامنیت دنه � �تون په اړه ښاغلي فدایي وویل چې په دولتي کړیو کې داسې کارکونکي گمارل شوي چې دوړتیا له اړخه په خپلو کارونو کې کمزوري دي او ستر لامل په دولتي کړیو دمخلصو خلکو نه شتون دی. دغه غونډه نن سهار پیل شوې وه او په دریو بجو پای ته ورسیده.   ", ستونزې او داواري لارې تر سرليک لاندي غونډه وشوه 3689,,"   افغانستان لپاره دملگرو ملتونو دمرستندیوه ادارې یا یوناما له لورې په خپرې شوې خبر پاڼه کې راغلي چې افغانستان ته دملگرو ملتونو دسرمنشي استازي تام کونیکس په کابل دنننیو شویو چاودونو کار دظالمانو بللی او سخت یې غندلی. نوموړي ویلي:"" زه ددې ظالمانه او بیرحمه کړو وړو څخه سخت زیات خفه شوی یم دافغانستان خلکو په تیرو لسیزو کې ډېر کړاوونه لیدلي دا چاودنې یو کرغیړن کار دی او په داسې مهال تر سره شوي چې لا دافغانانو تیره ټپونه ندي درمل شوي دچاودنو دا ډول کسان غواړي افغانان بیا له کړاوونو سره مخ کړي او افغانستان دبې امنیتۍ په لور رهي کړي."" ",ملگرو ملتونو په کابل کې نننۍ چاودنې غندلي. 3690,,"   دائتلافي ځواکونو له لوري په خپرې � �وې خبرپاڼه کې راغلي دکاناډایي ملکي پولیسي څانگې دکندهار داور وژنې ادارې سره یو لړ مرستې کړي. چې پکې داوبو ټانکرونه، دگازو پمپ اونور اړوند توکي پکې شامل دي خبرپاڼه وايي دا مرستې له پولیس دمرستو دلړیو یوه برخه ده.     ",دکندهار داور وژنې ادارې سره مرسته شوې. 3691,," ", 3692,,"   دائتلافي ځواكونو له لورې په خپرې كړې خبرپاڼه كې راغلي چې دغو ځواكونو دهلمند ولايت دموسی كلا ولسوالۍ سره نيږدې دكجكي په ولسوالۍ دغچ زا� � په كلي كې تيره شپه دطالبانو په يوه مشهور مركز بريد كړی چې له امله پكې  ٣٥ طالبان وژل شوي. خب� �پاڼه ائتلافي ځواكونو ته دزيان په اړه وايي چې هيڅ مرګ ژوبله ورته نده وراوښتې دا وژنې په غره ديرغل دعملياتو دلړۍ دوام دی. ",٣٥ طالبان ائتلافي ځواكونو هلمند كې وژلي. 3693,,"   دښوونې او روزنې وزير حنيف اتمر نن خبري ناستې ته وويل چې په څلورو اوونيو كې دغه وزرات ٣٢٢ ښوونځي دجوړولو په موخه په قرارداد وركوي چې ټول لګښت يې ١٦ مليونه امريكايي ډالره كيږي چې دامرسته نړيوال بانك، دامريكې متحد ايالات او هندوستان له دغه وزارت سره كړې. حنيف اتمر په ښوونې وزارت كې دكاركوونكو دټاكنو په اړه وويل چې ډير زر به په وزارت كې بدلونونه � �اولي او ټاكنې به رقابتي سيالۍ بڼه ولري. ښاغلي اتمر ددغه وزارت په وړاندې ستر خنډ دامنيت نشتوالی هم وباله او په منځنۍ كچه يو ښوونځی په ورځ كې ددولت دمخالفينو له لوري سوزول كيږي.  ",څلورو اوونيو كې ٣٢٢ ښوونځي جوړيږي. 3694,,"   دکورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر بینوا ته وویل چې دهرات په مرکز کې دعذرا په نوم یوې ښځې دکورني لانجو له امله ځان سوځونه کړې. دا لمړی ځل نه دﺉ چي له هرات څخه دداډول پېښو خبر ورکول کيږي، تر دې پخوا هم يوشمېر ځانونه سوځولي دي. ",په هرات كې یوې ښځې ځان سوځونه کړې 3695,سورغر توخى," دزابل ولايت نوبهار ولسوالي دسردي په سيمه كي دولتي او طالب سرتيروپه جګړه كي دبيلا بيلوادعاګانوله مخي ۱۳ تنه مړه او درې تنه ژوبل شوي دي . دزابل ولايت دامنيي قوماندان نورمحمدپكتين په دې اړه دبينوا ويبپاڼي خبريا ل ته وويل .: نن ماپښين مهال دنوبهارولسوالي دسردي په سيمه كي دملي اردوځواكونودپټومعلوماتوله مخي پرطا� �بانوحمله وكړه چي دري يې په كي ووژل شوي چي تردامهال يي جسدونه پرميدان پاتي دي . دپكتين دوينا له مخي په نوروپه سي په سيمه كي پلټنه روانه ده . دنوموړي دوينا له مخي دملي اردوپه سرتي� �وكي يوتن مړاودرې تنه يي ژوبل شوي دي . خوبل پلوطالب وياندقاري يوسف احمدي له  نامعلوم ځايه دبينواويبپاڼي خبريال ته دټليفون په كرښه دپيښي په اړه وويل .: دنن ورځي پريو� �سوبجودنوبهارولسولۍ دسردي په سيمه كي ددوي سرتيروپرايتلافي او دولتي ځواكونودكمين په ترڅ كي حمله كړي چي لس تنه يي په كي وژلي او دوه موټر يي ورويجاړكړي دي .: دقاري دوينا له مخي ددوي په سرتيروكي يوتن م ړاو دوه تنه ټپيان شوي دي . ديادوني وړده چي په دي ورستيوكي په سهيل لوېديځه سيمه كي ايتلاف ځواكونودملي اردوپه ملتيادوسلوالومخالفينوپروړاندي دغرني بريدپه نامه سخت عمليات پيل كړي دي خوورسره مخا� �في وسلوالي ډلي يي هم په وړاندي خپلوبريدونواوچاودنوته زوروركړى دى         ",په زابل كي ددولتي اوطالب سرتيروترمنځ نښته شوي 3696,,"   دكورنيو چارو وزارت پوليسو نن دكابل شمال ته دخيرخانې په سيمه كې دوه زره كيلو ګرامه مخدره توكي له يوه بس موټر څخه نيولي پوليس وايي چې � �ه ليږدونكو څخه پوښتنې ګرويږنې كوي.    ",دوه زره كيلو ګرامه مخدره توكي نيول شوي. 3697,سورغرتوخى,"    دمشرانودجرګي  مشراي ايس اي په افغانستان كي يوځل بيادبدامنيوپه رامنځته كولوسخت تورن كړ",اى ايس اى زما دمرګ پلانونه جوړه وي 3698,," ", 3699, نعمان دوست," يادونه : په کابل کې د نن او پرون ( دچنګاښ ١٣ او ١٤ )  ورځو د پرله پسې  بمي چاودنو په اړه چې ملکي کسان يې هم په وير کېنول .  زما،ماشومه خورکۍ   زما وړه خورکۍ  اوس نه راوځي  د هغې دواړه پښې ماين پرېکړي  هغه اوس ټوله ورځ وړې کړکۍ نه          خپلوهمزولو ته ناهيلې ګوري    کله يې شوندې شي موسکا ته ټو� �ې       کله رپېږي ترې اورونه څاڅي   هغه اوس ټوله ورځ دېوال سيوري ته      په زاړه کټ باندې لوټونه وهي  د زخمو چيغې يې له شنې ونې نه         ستړې ستومانه مرغې والوځوي  هغې نه  تاوې شي ښايسته همزولې       د لوبوتګ ته ترې غوښتنه وکړي وايي بې تا ډله نيمګړې زموږ              هله راوځه سيورى کډه کوي   هغه راټولې کړي پرېکړې پښې           همزولې غبرګ لاسونه کېږدي پر مخ او په ژړا له کټه  منډې واخلي                اى د ماينونو کروند ګره ياره !   ورځ د قيامت باندې باور نه لرې ؟   په هغه ورځ به دې ګريوان نه نيسي      دخداى ح ضور به وي ستازور به نه وي               زما ماشومې خور ته  ځواب دې څه دى ؟؟؟                                                د چنګاښ ١٤ ام سهار   ، کابل                                 ;             نعمان دوست ",زما ماشومه خورکۍ 3700,پوهنمل محمود نظري - لندن," د دې پاڼي یوبری دا دی چي ترخه حقایق چي ویل ، لیکل او خپرول یې د زمری زړه غواړي خپروي چي د دردونکو د زړه تسلا ګرځي که څه هم چي د مقاماتو نه خوښیږي .  د بېنوا د ویب پاڼي محترمو چلونکو اسلام علیکم! دا د ویاړ ځای دی چي نن دبېنوا د پاڼي دوه کلنۍ  کلیږه لمانځواو اومیند لرو همداسي یې ه� �کال  تر زړښته ولمانځو، تاسو ته دي خدای (ج) دا توان درکړي چي داپاڼه د پښتو په چوپړ کي لویه کړي او موږ به دعا کوو چي پاڼه له دې نه لا کامیابه ، بریالۍ او لیکوالان در باندي را ټول وي .  او دعا به کوم چي لیکوالان هم د هر مطلب یوه کاپي ټولو ویب پانې ته وانه ستوي، ګر چي  دا کار ویب پاڼې تقویه او د ویونکو کار آسانه وي چي په یوه ګړۍ ټوله پاڼې وګوري . خو دعا ورته اړینه ده. د دې پاڼي  یوبری دا  دی چي ترخه حقایق چي ویل ، لیکل او خپرول یې د زمری زړه غواړي خپروي  چي د دردونکو د زړه تسلا ګرځي که څه هم چي د مقاماتو نه خوښیږي . په دې اخیرو کي مو خبري بهیر ګړندی سوی دی  د خدای (ج)یې هم داسي ګړندی غواړم چي نوردا پاڼه  د ورځي څو واري وګورو په پندونو  که کوم وطن آباديدی نو هغه به افغانستان وو موږ  وینو چي  هغه څومره آباد شوی دی . او په اخیر کي  یوه ټوکه درته لیکم مور و زوی ته : نن دي په ښوونځی کي څه زده کړه ؟ زوی یې په حق جانبه بڼه  ورته وویل ؛ سبا بیا و� �ځم! موږانشالله سبا بیا  دا پاڼه ګو� �و دلا نورو نوښتو نو په تمه مو   پوهنمل محمود نظري لندن   ۱ – جولای ۲۰۰۶ ",نن دبېنوا د پاڼي دوه کلنۍ کلیږه لمانځو 3701,ډاکټر عبدالباري - جرمني," لاندي مضمون  په ٢٦/ جون/ � �٠٠٦ نېټه د جرمني د شپيګل اونيزې مجلې په٢٦ ګڼه کي خپور سوی دئ  د سوزاني کولبل ليکنه    د ډاکټر عبدالباري ژباړه          پلازمېنه کابل ؛ يو سخت پيل څلور جرمني ياران دوی په هامبورګ، بوخوم او آخين کي ژوند کاوه. ورسته يې د مهاجرت ژوند پريښود او خپل د هندوکش هيواد ته ولاړل . دوی اوس د کرزي په حکومت کي وزيران دي او دهيواد په بيا جوړولو کي مرسته کوي   د ولسمشر سلاکاران  : دادفر ، فرهنګ، صفري ، سپنتا   "" دا ليونئ ارمان ""   دلته طبعاً الکهول ( شراب ) نسته، نور نو هرشئ چي بل ځاي وي،دلته سته ، لکه په پارک کي يو پاويليون (وړه ودانۍ)، سپين ميزپوښونه او دريشي پوښه نوکران چي و ښاغلو ته  څښاک وړاندي کوي. د امريکا سفير رونالډ اي نويمان د بريتانيې د ايساف د قوماندان داويد ريچارډ سره د امنيتي  وضعي په هکله نظر تبادله کوي. ريچارډ وايي: بد خبرونه دي ، او ورسره سم په فکرجن ډول خپل پيپ سکوي. د پاکستان سفير هم راغلئ دئ. که څه هم د افغانانو او پاکستانيانو تر مينځ تاوتريخوالئ مخ پر ډيرېدو دئ، خو دوی لا تراوسه يو دبل سره خبري اتري کوي. درنګين دادفر سپنتا چي د سر وريښتان يې تک سپين او د پتلون کت يې ډير ښه اوتو سوئ دئ ،  ږغ سو چي: د ډوډۍ ميز تيار دئ!  دی ژر ژر او ډيري خبري کوي . سپنتا  نو يوازي د افغانستان د بهرنيوچارو وزير نه دئ ،بلکي ج� �منئ هم دئ  او چي داسي سم يې دروښيو، دی يو شين جرمنی دئ  [ يعني د جرمني د شنود ګوند غړی دئ. ژ.] چي تر شلو کلونو لا ډيري مودې راهيسي يې په آخين کي و اقليتونو ته په خواره سترګه کتلو پر ضد او د ښځو د حقوقو � �پاره مبارزه کوله. نن ورځ په خپل پخواني هيواد کي د ولسمشر حامد کرزي مشر ديپلومات دئ. دلته يوازي د ډوډۍ ميز نه پرانيستل کيږي بلکي نور څه لاهم ورسره دي، هغه داچي دده له نظره د بهرني سياست د پرنسيپونويو نوئ دوران پ� �انيستل کيږي؛ هو،په جرمني پرنسيپونوسره. د سپنتا په فتر کي ،چي دکابل  په ملک اصغر واټ کي ( د بهرنيو چارو د وزارت ) په دوهم پوړ کي دئ، د کرزي او پخواني پاچا ظاهرشاه روغني تصويرونه دده د کار دميز واړخ ته لوړ ځړيږي او دا طلايي رنګه کرسۍ يې د څورلسم لويي د وختونو څخه تقليد سوي دي؛ دهيواد د لويديز څخه مي� �مانه  وکيلان ورته راغلي وه. دوي چي بيرته تلل نو د خداي په امانۍ پر مهال يې دوه دبلي خاويار د سوغات په توګه ورته کښيښودل..سپنتا ورته په غوسه شواو په درد يې ورته ويل "" ژر يې بيرته اخلئ، که نه عرض درباندي کوم! "" سپنتا په رښتيا هم اصولي  سړئ دئ . دده په نظر چي هرڅه غلط ورشي نوګوته ورته نيسي، بيله دې چي د چا ونامه اواعتبار ته وګوري. تر اوسه هيچا په ډاګه او سخته توګه پر کرزي دونه نيوکي نه دي کړي لکه سپنتا، ده د بي بي سي په خپرونو کي په پرله پسې توګه دغه  تبصرې کړيدي چي ولسمشر دګڼ شمېرجنګسالارانو سره چي اوس په پار� �مان کي ناست دي، اوبه غلبېلوي اود مخدره موادو پر  ميرانو  باندي څپټي غوړوي او د درباريانو په سترګه ورته ګوري،نو دوی خود کولای سي چي  په بېغمه  زړه خپل کار وبار پر مخ بوزی. دی دراډيود څپو دلارې د کرزي څخه پوښتي چي ولي په افغانستان کي داسي ګوندونه نسته چي د سياسي غوښتونو د تشکل وسيلې وي؟ دی وايي: اوس مي کرزئ مشر دئ، نو زه  څه  کولاي  شم؟  سپنتا اصلاً د جرمني د شنو( دګوند) دوهم خارجه وزير دئ. لکه يوشکا فيشر ده هم په قدرت پسې را دانګلي وه. کټ مټ لکه يوشکا، ده هم د فرانکفورت د مدرسې څخه الهام اخيستئ دئ، خو سره ددې هم دی د فيشر په شان نه دئ چي (په مظاهرو کي) به يې مورچل نيوئ او پوليس به يې ډبول. سپنتا چي يو چپي (کيڼ لاری) روڼ آنده  دئ، د دکتورا رساله يې د  د ادورنو( Adorno ) د شاګرد کورت لينک ( Kurt Link ) په لارښوونه  ليکلې ده،  او موضوع يې"" د دريمې نړۍ ستونزي؛ د افغانستان دشيطاني دايرې لکه جنګ،ورسته پاته والي او مقاومت  په مثال سره "" ده دی د ايټالوي مارکسيسټ انټونيو ګ� �امسکي (Antonio Gramsci) نقل قولونه کوي او "" د مؤسسو د اوږدې لاري"" توصيې کوي چي دده مقصد د اوږدې لاري (اوږده مارش) هم اروپا نه بلکي خپل د هندوکش هيواد يې دئ. دی وايي چي "" د ولسمشر حامد کرزي هم د جرمني کره او باو� �ي کارونه خوښيږي "".  هو،کيداي شي چي په دې خاطر يې د يوه پر ځاي څلور جرمنيان و خپلي نوې کابينې ته راوستلي  وي ، يعني  پر سپنتا سربيره، د اقتصاد وزيرامين فرهنګ چي په بوخوم کي  د اقتصاد استاد وو؛ اعظم دادفر چي يو ا� �واپوه او اوس د لوړو تحصيلاتو وزير دئ او سراب علي صفري چي زيربنايي چاري پر مخ بيايي. دا شپېته کلن صفري د مرکزي افغانستان د وردګ د ولايت د بهسود دولسوالۍ، د انجنيري علومو ډاکټر او په خټه هزاره دئ. دی د اتيايمو کلونو په پيل کي و پولينډ ته د علمي څيړنو لپاره  استول شوی وو، دهغه ځايه وهامبورګ ته مهاجر سو او ه� �ته يې د بقالۍ دوکان پرانيست، په ١٩٩٦ کال  (وروسته يې هوا بله سوه) امريکا ته ولاړ، خو د جرمني تابعيت يې ساتلئ وو. دا دوه کاله وړاندي يوه ورځ زنګ ورته ووهل سو، چي: "" غواړې بيرته راشې؟ "" د ٢٠٠١ کال د ډسمبر پر دوولسمه کرزئ په برتانوي پوځي الوتکه کي د بګرام و ګړوب او کنډواله هوايي ډګر ته  چي د کابل څخه ٦٠ کيلومت� �ه د شمال وخوا ته پروت دئ، را ورسېد. لږ موده تر راتګ دمخه د بُن په  پيترسبيرګ کي و ده ته د افغانستان د مؤقتي حکومت د مشرتابه بګړۍ ور تړل شوې وه.دده سره يو څو کسه نور هم راغلل، په دوی کي فرهنګ هم وو چي په بُن کي د بيا� �غوني د وزير په توګه ټاکل سوی وو. په ١٩٨٠ کال کي کمونيسټانو دغه دشورا د وکيل زوئ په کابل کي پوره شل مياشتي د څرخي پله په بدنومي زندان کي اچولئ او شکنجه کړئ وو. په افغانستان کي دا نوئ پيل ډير سخت وو، په دې  ساړه ژمی کي نه بريښنا وه او نه بخارۍ. فرهنګ په خپل وزارت کي چي په ( ګريټ مسعود روډ ؟ ) کي وو، د ژمي پنډ بالاپوښ اغوستی  او يو لوی شال يې پرغاړه پيچلی، ناست وو. کابل په دغو ورځو کي بيله ګړوبو ودانيو او يو څوکن� �والو بل څه نه وو. پر سړکونو به ځای ځای څراغونه بل وه. په هر کونج کي به په وسلو بار ملېشه ولاړ وه. د دغه وخت راهيسي کرزئ او فرهنګ  سره ملګري دي. سپنتا لا ځوانکئ وو چي د عادلانه ټولني په هکله به يې فلسفي ويناوي کولې. دی د هرات په ولايت کي د يوه تاجک  لوی ځمکه وال او قوم سالار  مشر زوي دئ؛ داسي م اوئيست وو، لکه د اور سکروټه. ده به د چين د کلتوري انقلاب صفتونه کول اود خپل پلار، پدرسالاري نظام به يې غندۍ. دده پلار دطاهريانو (دټبر) يو لوي خان ووچي پر زرو  کسانو يې باداري کوله. دده درې ښځي او ٢٣ اولاده وه. سپنتا به په کابل پوهنتون کي د د اسلاميسټانو( اخوانيانو؟) او ددوی د لارښود ګلبدين حکمتيار س� �ه، چي اوس يې د ترهګرو مشر بولي، ټانټې چيچلې. دغه ٥٢ کلن شين افغان وايي."" موږ هغه وخت په سياست شک لا هم نه وو، خو ديوې بسيا ټولني ارمان مو درلود "". فرهنګ چي تر سپنتا څورلس کاله مشر دئ، په يوه معتبره سياسي کورنۍ کي لوی سويدئ. دده پلار محمد صديق فرهنګ د ١٩٦٤ کال د لومړی ديموکراټيک اساسي قانون د مؤلفينوڅخه وو. ف� �هنګ تل په دې معتقد وو، چي  ""د عصر او زمان سره برابريدل ) يوازي د ښووني، روزني او د آزاد بازار اقتصاد دلاري امکان لري"".   ولسمشر کرزی ،"" د بسيا ټولني په ارم ان""                      په کندهار کي ځانمرګی بريد،            فرهنګ او دا دريم جرمنئ وزير، اعظم دادفر د څرخي پله د زندان په يوه حجره کي وه اوپه شپو شپو به يې د سياست پر اساسي پوښتونو باندي سرونه ګيچول. دادفر هغه وخت ماوئيست وو. دی نو کمونيسټانو په دې  بندي کړی وو، چي "" د روسي سوسيال امپرياليزم"" په وړاندي يې مبارزه کوله. په ١٩٧٩ کال کي پر افغانستان باندي د شوروي يرغل د مخکښو ځوانانو د نظريو سيالي ختمه کړه. دادفر او فرهنګ د مرګ څخه بچ شول اود آلمان اتحادي جمهوريت ته پناه يوړه، سپنتا لا يو څو کلونه په ترکيه کي تير کړل او وروسته په جرمني کي پناهنده شو  اود  جرمني تابعيت هم ورکړل شو. دی ځان د "" اساسي  قانون وطندوسته "" بولي. سپنتا هغسي سړئ بلل کيږي  چي په جرمني کي يې "" په ټولنه کي   پوره مدغم سوئ او داخل سوئ بولي"" . دی يو هڅانده استاد، چي تر ډيرو جرمنيانولا په جرمني ښې خبري کولاي شي. خو سره ددې هم بايدبيرته افغانستان ته  تللی وای، ځکه افغانستان دده وطن دئ. دی وايي "" دا زما ليونۍ تلوسه وه"". شپېته کلن اعظم دادفر يو پټ خولی سړئ دئ.دی د فارياب د ولايت يو اوزبک دئ او سنګينه ژړه نيکټايي يې، چي د پريسلې نقش لري، تړلې وي او د خاکي کشميرې ښه دريشي يې اغوستې وي. دده هيڅ دزړه نه وزي چي څرنګه به يې د څ� �خي پله په زندان کي واهه، په داسي حال کي چي دباندي د زندان پر غولی به په سوو کسان اعدامېدل، وده ته به يې ويل چي نن دي وژنو، سبا دي وژنو! د زندان څخه تر را وتلو وروسته يې د هامبورګ هوهينفيلډ ته پناه يووړه اود لِوبيک په يوه روغتون کي يې دهغو ناروغانو علاج کاوه چي شکنجه سوي به وه. ده به اکثره پيښور ته سفر کاوه او هلته به يې هغه مهاجرين معالجه کول چي د شوروي اشغالګرو به ربړولي وه. دی وايي: "" د افغانستان درد او غم زما ژوند دئ"". کرزي وده ته لومړی د مهاجرينو د چارو وزا� �ت ورکړ، اوس د کابل د غربي سيمي په يوې دپامه لوېدلي ودانۍ کښي د لوړو ښوونو چاري سمبالوي. دا پنځه کاله ددغو څلورو جرمني يارانو پر بيرته راتګ باندي تير سوه، خو افغانستان لا ارام نه سو او تر اوسه لاپه نړۍ کي تر ټولو بې وزلی هيواد دئ ، په يو څو لږو ښارونو کي اوبه او بريښنا ليدل کيږي. پانګه اچونکي ودې خطرناکي مځکي ته د بيری مخ لا نه وراړوي. په بعضي ځايونو کي بيکاري تر ٪ ٩٠  پوري رسيږي.   فرهنګ په خپل پلا� �ني کور کي چي د کابل د نوي ښار په يوه ارام سړک کي موقعيت لري، ناست دئ. دوی يو وخت دلته ښه ژوند درلود، ست� �خوانونه به هوار وه، خنداوي به وې او سياسي مناظرې او مناقشې  به کيدلې. ده په دغه ودانۍ بيرته لاس وواهه، باغچه يې بيرته ور سمه کړه اوس بيا دګلابو او جريبند ګلونه پکښې غوړېږي. فرهنګ په ګونجي ګونجي تندئ وايي،چي د هيواد وناآرامو سيمو لکه زابل اوهلمند ته ځي چي د خپل هيواد او دخلګو د اړتياوو سره د نږدې  آشنا سي. دئ وايي زه اکثراً د خلګو  ډيروهيلو مخ نيسم او دغه ورته وايم چي پرمختګ ډير وخت غواړي. ولسي جرګې دی په ورستيو ټاکنو کي ونه مانه، چي دې خبري ډير وځوروی، کيداي شي چي په دوهمه دوره کي بريالی شي. خو فرهنګ غواړي چي دلته ( په خپل هيواد کي) پاته سي، که وزير وي او که نه وي. ده هم لکه دا نور درې وزيرانو، خپل د جرمني پاسپورت بيرته ورکړيدئ، دا ځکه چي(دافغانستان) قانون ودوی ته د دوو هيوادونود تابعيت اجازه نه ورکوي. ده د سپوږمي په رڼا کي دخپلې باغچې و پای ته د زردالو يوې وني وخوا ته لاس ونيو او ويل يې دغه زما د نيکه هديره ده او پسې زياته يې کړه چي "" زه به هم يوه ورځ په پوره سوله دلته ښخېږم. ""      ",څلور جرمني ياران - د ډاکټر عبدالباري ژباړه 3702,," عربى متحده امارتو د ١٧٠ زرو ډالرو په بيه ١٢ ټنه طبى درمل او اوسايل دافغانستان روغتيا وزرات ته دمرستې په توګه وسپارل . دغه طبى درمل چې نن د يوې فوځى الوتکې په ذريعه کابل هوايى ډګر ته رارسيدلى وو، په کابل کې دهغه هېواد شارژدافير سيد الګا يستى لولوري د روغتيا وزارت مرستيال ډاکتر صدرالدين ته وسپارل شول . پخوا هم عربى متحده اماراتو ٣٥ ټنه درمل له نوموړى وز� �ات سره مرسته کړې ده . دوزارت مرستيال يادونه وکړه چې نوموړى درمل به په مرکز او ولاياتو کې دروغتونو او � �وغتيايى مرکزنو په واک کې ورکړي. ",١٢ ټنه طبى درمل له روغتيا وزارت سره مرسته وشوه 3703,," د ٩ اعشاريه ٧ کيلومترو په اږدوالى او ٤ مت� �و عرض په اندازه د کابل ولايت د ده سبز ولسوالۍ د بابه قشقار ولى د سړک جوړولو کار د اورپايى ټولنې له بودجې څ خه د ٢٣ ميليون افغانيو په لګښت نن د کليو او پراختيا وزارت له خوا پيل شو. د وزارت يوچارواکى ويلى چې د جوړولو چارې به يې په ٦ مياشتو کې بشپړې شي ، چې په جوړيدو سره به يې د لسو کليو ٨زره کليوالو ته د تګ او راتګ او ت� �انسپورت په برخه کې اسانتياوې رامينځ ته شي. ",د بابه قشقار ولى د سړک جوړولو کار پيل شو 3704,,"   دائتلافي ځواكونو خپره شوې خبرپاڼه كاږي چې دپنجشير له مركز نه دا مهال دسړك جوړونې پروژه پرمخ روانه ده او اټكل دی چې دروان ميلادي كال تر پايه به بشپړ شي. دې سړك ته دامريكا دمتحدو ايالاتو پرمختيايي ادارې يا USAID ١٦ مليونه امريكايي ډالره وركړي او نيږدې ٣٠٠ افغان كاركوونكو ته پكې دكار كولو لار اواره شوې ددې سړك پيل دجون په مياشت كې شوی او ٤٧ كيلو مټر اوږدوالی لري چې دسړك دا پروژه اينتس تركيې شركت له لوري پرمخ بيول كيږي. ",دپنجشير سړك امريكايي پرمختيايي اداره بشپړوي. 3705,ميرويس جلالزې," عيني شاهدانو وويل چي ٨ ټانکونه يي � �يدلي چي تيره شپه د غزي د تړانګي په شمالي سيمو ورننوتي او د هغه اسرايلي يرغمل د خلاصون عمليات کوي چي له څه باندي د وو ونيو راهيسي  له فلسطينيانو سره يرغمل ده . تيره ورځ د اسرايلو کابيني له خپلو وسلوالو ځواکو وغوښتل چي د غزي په تراډه ورننوزي او خپل يرغمل ملګري د يرغمل نيونکو له منګولو خلاص کړي. تر دي م هاله د مرګ ژوبلى راپور ندي ورکړ شوي. ",اسرايلي ټانکونه د غزي په تراډي ورننوتل 3706,," ", 3707,," زابل کې دولتى چارواکو ويلى چې ددغه ولايت په دو ولسواليو کې يې ٧ تنه طالب جنګيالى وژلى او ٨ تنه نور يې ژوندى نيولي دي. د زابل د پوليسو مشر پکتين بينوا ته وويل پرون يې د نوبهار ولسوالۍ کې ٤ تنه طالبان وژلى او ٤ تنه نور يې ژوندي نيولى دي . ده منلې چې دجګړې په ترځ کې ٤ حکومتى عسکر ټپيان او يو وژل شوي دي . نوموړۍ وايى د سيورې په ولسوالۍ کې هم ٣ تنه طالبان وژل � �وي او ٤ تنه نور له يو انداه وسلې سره نيول شوي دي . مګر د طالبانو يو وياند يوازې د يو طالب د مړينې او ٣ تنو د ټپى کيدوخبره منى او وايى ١٠ تنه دولتى او ائيتلافى عسکر يې زابل کې وژلىاو ټپيان کړي دي. ", زابل نه د ١٥ طالبانود وژلو اونيولورپوټ ترلاسه شوي 3708,ميرويس جلالزې," جاپان په  افغانستان کي د بي وس� �ي کولو له پروګرام سره د ٦٠ مليونو ا مريکايي ډالرو د مرستي اعلام وکړ   د نوموړي هيواد د بهرنيو چارو وزير تارو اسو وويل چي دا پيسي به په افغانستان کي د غير مسولو وسلوالو ډلو په بي وسلي کولو ولګول شي . دا مرسته په جاپان کي د چهارشنبي په ورځ ناوخته افغانستان ته  د هغه نړيوال کنفرانس په پاي کي ومنل شوه چي د افغان ولسمشر حامد کرزي هم پکي ګډون درلود. ",له بي وسلي کولو سره جاپان هيواد مرسته وکړه 3709,"مي� �ويس جلالزې"," د عراق په نجف ښِارکي  د کوفي د زيارت مخي ته چاودني د ٧ تنو ژوند واخيست چاودنه نن سهار وختي هغه مهال رامنځ ته شوه کله چي له بمونو يو ډک ګړندي م وټر د ايراني زيارت کونکو د سرويس موټرو سره په نژدي والکي وچاوديد. چارواکي وايي وژل شوي  ټول کسان ايرانيان دي . په دي چاودنه کي د څو موټرو د اوراخيستني رپوټ هم ورګړ شوي ده . ",په عراق کي مرګ ژوبله پاي نه مومي 3710,,"   طالب ویاند یوسف احمدي خبري رسنیو ته ویلي چې تیره شپه دزابل دنوبهار ولسوالۍ دسرده په سیمه کې طالبانو لس دولتي امنیتي سرتیري وژلي او دغه راز دوه موټر یې له منځه وړي. احمدي دا هم ویلي چې په جگړه کې یو طالب وژل شوی او درې نور ټپیان شوي. ",طالبان په زابل کې د مرگ ژوبلې ادعا کوي. 3711,ميرويس جلالزې,"   . د امريکا متحده ايا� �تونو له خوا دغه هيواد ته له کواښونو وروسته جاپان ،استراليا او نوې زيلاند هم دغه هيواد ته اخطار ورکړې دې.او د جنوبې کوريا پوخوانې ولس مشر کيم ډاې جنگ راتونکې اونې کې  پيونگ يانگ  ته خپل پلان شوې سفر لغو کړ. . دا خبر په داس حال کې خپريږې چې  جنوبې کوريا ،د امريکا متحده ايالتونو او جاپان ويلې دې داسې مدارک شته چې  داښې شمالې کوريا د لري واټن  ويشتونکې توغندې د ازمويلو لپاره تيارې نيسې .او دا به د سيمې د امنيت لپاره يو ستر خطر رامنځته کړې .بل خوا د امريکا متحده ايالتونو د توغندې دبريد  شڼډولو دفاعې سيستم فعاله کړې دې. ",د کوریا د توغند یو آزمویل او د نړيوالو انديښنه 3712,ميرويس جلالزې," بريټانيا د دفاع وزارت له خواه په خپره شوي خبر پاڼه کي راغلي چي دا سرتيري يي تيره شپه د هلمند په سنګين ولسوالي کي په يو وسلوال بريد کي ووژل شو. دا سرتيري په ګزمه بوخت وو چي پري طالبانو بري کړي. د دي سرتيري له وژل کيدو سره په افغانستان کي په تيرو څلور اونيو کي ٦ بريټانوي سرتيري وژل شوي دي.   ",په افغانستان کي دبريټانوي سرتيرو مرګ ژوبله 3713,,"   په جرمني کې دفوټبال دنړیوالۍ سیالیو وروستي ډگر ته فرانسه او ایتالیا ووتل او دا سیالۍ به راتلونکې یوه نۍ""یکشنبه"" په برلین کې ترسره کیږ ي. فرانسې تیره شپه له پرتگال نه سیالۍ وگټله او دسیالیو وروستي پړوا ته یې ځان ورساوه دفرانسې تکړه � �وبغاړي زیدان په پرتگال گول وواهه او دلوبې بری یې خپل کړ. ایتالیا هم وړمه شپه له جرمني چې دسیالیو کوربه هیواد دی لوبه وگټله او وروستي ډگر ته ووت. پاتې راغلې لوبډلې جرمني او پرتگال به هم  په خپلو کې سیالي وکړي.   ",فرانسه او ایتالیا وروستۍ داتلولۍ سیالۍ کوي. 3714,," کویټه: په بلوچستان کې د بلوڅ وسله والو او حکومتي سرتېرو ترمنځ په یوه نښته کې ۳۱ بلوڅ وسله وال وژل شویدي. د بلوچستان د حکومتي ویاند رازق بګټي په وینا، تېره ورځ حکومتي سرتېرو د ډیره بګټي په سنګسیله سیمه کې پر عملیاتو لاس پورې کړ او په ترڅ کې یې ۳۱ تنه بلوڅ وسله وال ووژل. رازق بګټي د بي بي سي اردو څانګې ته وویل،چې سرتېرو د یاغیانو پر یوه میشتغالي برید وکړ او ګڼ � �مېر وسلې یې ترې ونیولې. کله،چې له نوموړي نه د مړو پوښتنه وشوه، ویې ویل:( تر اوسه مړي نه دي ترسترګو شوي).  د رزاق بګټي  په وینا، عملیات سهار لس بجې پیل شول او د ماسپښین تر ۱۲ بجو پورې یې دوام وکړ. په پیل کې د ۵۰ تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و،خو وروسته جوته شوه،چې ۳۱ تنه وسله وال وژل شویدی. تر دې مخکې بلوڅ وسله والو ویلي وو،چې دغه عملیات له دریو ورځو راهیسې پیل شوي، کله زور واخلي او کله ساړه شي. بلوڅ و وسله والو خبري رسنیو ته وویل،چې له حکومتي سرتېرو سره په بیلابېلو سیمو کې نښتې شوې او د ۳۵ په شاوخوا کې حکوم تي سرتېري وژل شویدي.      ", بلوچستان کې ۳۱ بلوڅ وسله وال وژل شویدي 3715,," نوای وقت: مشرف: که ملګري مې بریالي نشي،څ وکۍ به رانه پاتې شي/ د پاکستان او فرانسې ترمنځ پر اقتصادي او دفاعي همکاریو سلا/ د پاکستان لومړی وزیر: ترهګ� �یزې چارې له سیمې او مذهب سره تړاو نه لري، نړۍ  یې باید لاملونه رابرسېر ه کړي /په پېښور کې د پاکستان یوه الوتکه راپرېوته،پیلوټ ژوندی راکوز شو/ د امریکا سفیر: د امریکا دروازې د پاکستانيو محصلینو پرمخ پرانستې دي. دې نيوز : ایتلافي ځواکونوبه افغانستان کې  ۳۸ تنه ‌طالبان ووژل / په خیبر ایجنسۍ کې د اسلامي لښکر ۷۰ تنه غړي ونیول شول. ډان : چین او روسیې پر شمالي کوریا له بندیزونو سره مخالفت وښود پاکستان او ترکیه خپلمځي اړیکیو ته پراختیا و� �کوي امریکا ته د صادراتو کچه ۲۵٪ لوړه شوېده فرانسه په کراچۍ کې د انجنیرۍ یو پوهنتون جوړوي ډیلي ټایمز: په سند او پنجاب ایالتونو کې د ګرمۍ له امله ۴۳ تنه مړه شول؟  و‌طن جمهوري ګوند پر ډیره بګټي د پاکستاني پوځ یرغل وغانده د امریکا سفارتي چارواکو د ګوګړو پر � �بیو  د القاعده د غړو انځورونه چاپ کړل/ مشرف: زما د ټاکل کېدو لپاره د مسلم لیګ استازیو ته رایه ورکړئ   ",د پاکستان د نننیو ورځپاڼو سرلیکونه 3716,,"   بغداد: د عراق لومړي وزیر نوری المالکي د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین د ژر اعدام خبر ورکړ. د کوېټ د کونا اژانس د خبر پربنسټ، نوری المالکي تېره ورځ په کوېټ کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل،چې صدام حسین به د مح کمې تر پرېکړې وروسته ډېر ژر اعدام شي. صدام حسین او د هغه اووه نور ملګري پر ۱۹۸۲ کال په دجیل کې د ۱۴۰ شیعه ګانو پر ټولوژنه تورن دي.    د عراق د جنایي سترې محکمې د اعلان بربنسټ، صدام او د هغه شپږ ملګري به د اتیایمې لسیږې په ترڅ کې په انفال عملیاتو کې د کردانو د وژنې په تور هم محاکمه کیږي. دغه دوسیه به د اګست پر ۲۱ مه نېټه محکمې ته وړاندې کیږي. دغه راپور وایي،چې صدام په ۱۹۸۷- ۱۹۸۹ کلونو کې تر دریو زرو زیات کردمیشتي کلي وران کړل او تر زرو پورې کرد وګړي یې ووژل. نوری المالکي د صدام حسین د مېرمنې او لور په اړه وویل،چې هغوی د عراق پانګه غلا کړې او د ترهګرو په ګټه یې کاروي. مالکي پر ګانډیو هېوادونو غږ وکړ،چې عراق ته دې د ترهګرو په اوښتو کې له عراقي سرتېرو سره مرسته وکړي، ځکه ډېری کسان،چې نیول کیږي د عربستان، سوریې او کوېټ وګړي وي. مالکي څو ورځې وړاندې له شرق الاوسط ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي وو، چې عراق ته له افغانستان نه هم ترهګر رادرومي.      ",مالکي: صدام به ډېر ژر اعدام شي 3717,,"   دهرات دشینډنډ ولسوال میرویس پیمان بینوا ته وویل چې ددغې ولسوالۍ یوه ښوونځي څنگ ته نن سهار په یوه چمن کې چاودنه شوې کوم زیان یې ندی اړولی. ولسوال پیمان وویل دپیښې په اړه پلټنې روانې دي چې څرگنده کړي څه ډول چاودنه وه. ",په هرات کې ښوونځي څنگ ته چاودنه شوې. 3718,," سره له دې چې تيره شپه او نن سهار هم د هلمند د سنګين ولسوالۍ کې درنده جګړه شوې په افغانستان کې د ائيتلافى ځواکونو يو وياند منلې چې تيره ورځ د دوى د ځواکونو يو تن عسکرد طالب جنګياليو د يو وسله وال بريد په ترځ کې سنګين ولسوالۍ کې وژل شوي دي .له کندهار څخه په خپره شوې اع� �اميه دوژل شوي عسکر پخلۍ شوى مګر نه دي ويل شوي چې د کوم هېواد څخه وو. ",هلمند کې د ائيتلاف ١ عسکر وژل شوي 3719,," واشنګټن: اسامه بن لادن هڅه کوي د القاعده ډلې واک بېرته په خپل لاس کې واخلي. د امریکا( نیویارک ډیلي نیوز )ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې ویلي،چې د اسامه بن لادن د پیغامونو پرله پسې خپرېدل دا راښیي،چې نوموړی یوځل بیا ددغې ډلې د ورخپلولو په لټه کې دی. امریکایي چارواکي په دې ګومان دي،چې اسامه او ایمن الظواهري له خپلې ډلې څخه لرې پاتې شوي او غړي یې خپلسري شویدي. ",اسامه د القاعدې واک بېرته په خپل لاس کې اخلي 3720,," ریاض:  د سعودي عرب ځایناستي او ددفاع وزیر  د امریکا هغه تورونه رد کړل،چې ګني سعودي د سومالیا ( د شرعي محکمو) د وسله والو ځواکونو ملاتړ کوي. د سعودي عربستان د واس دولتي اژانس د خبر بربنسټ، د سعودي عرب د دفاع وزیر ددغه هېواد په سوېل کې د یوه پوځي نندارتون د پرانستې پرمهال وویل، چې سعودي عرب ددغې ډلې هیځ ډول ملاتړ نه کوي. د افریقا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو تن مسوول، تېره اونۍ سعودي عرب او یمن پر دې تورن کړل،چې له سومالیایي طالبانو یا  (د شرعي محکمو) له وسله والې ډلې سره مالي او وسله واله مرسته کوي.  د جیندای فریزر په وینا، له سعودي عرب او یمن څخه،چې کومې وسلې رادورمي  نېغې د شرعي محکمو ډلې ته رسیږي.  د یمن د بهرنیو چارو وزیر ابوبکر القربي  هم تر ادعا دوه ورځې و ویل،چې د سومالیا له شرعي محکمو سره د صنعا د مرستې ادعابې بنسټه ده. ده وویل، یمن  پخواد نایروبي د تړون پر بنسټ  له سومالیا سره یوازې دسپکو وسلو مرسته کوله. د سومالیې کورنۍ جګړې ۱۵ کاله مخکې د محمد زیادباره تر نسکورېدو وروسته پیل شوې او په ترڅ کې یې له ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ پورې کسان ووژل شول. د سومالیا نوې جګړې تېره میاشت د شرعي محکمو د ډلې او ددغه هېواد د امریکا پلویو ملېشو ترمنځ پیل شوې. د شرعي محکمو په وړاندې جنګېدونکي ملېشه  ځواکونه د سولې د ټینګښت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم د امریکا له بشپړ ملاتړه برخم ن دي.     ",سعودي د سومالیایي طالبانو ملاتړ رد کړ 3721,عبدالاحدپيغام _ كابل," عبدالاحدپيغام _ كابل موږ يوبل دي وژلي ، موږ يوبل ژوندي نه كړهموږ كړي دالفت په ابتد ا كي انتهـــــــــا ده كله چې څوك پخپل دردكې ډوب شي كله چې دچا احساس ستړى شي ،كله چې دچا په زړه كې دمينې بلې شمعې خاموشه شي ،كله چې انسان دنااميد ۍ په سمندركې غرق شي ،اوكله چې انسان درنګونوله دنيا نه بدرنګې دنيا ته پناه يوسي اوكله چې دانسان له زړه نه دمينې فرشتې وكوچيږې ،هغه وخت نودانسان دعواطفواوضمير سپيڅلې هنداره دكاڼى په څيردښكلا انځو� �ونه نشې ليدلاي .موږ بد نصيبوته هم داكيسه پيښه ده مينه موله زړونواوموږ دمينې له ښاره كوچيدلې يو.موږ دخپل ليوني غرورپه نيلي ديوه نامالوم سفرپه لوري روان يو،زموږ غرور موږ دمينې دښكلې غېږې رابيل كړي يو، ډي� �وستروسرونودمينې په پښوكې سجدې كړې خوزموږ ليونتوب له مينې نه غواړي چې دغرورپښوته يې سجده شي .زموږ دقسمت اونصيب دغم لړلې كتاب هره پاڼه زموږ په وينوليكل شويده ،زموږ ټولې افسانې زموږ دوينورنګ لري موږ دخپل ټاټوبې هره لويشته خاوره پخپلو وينورنګولې ده .داسې ښكارې لكه موږ چې يوازي دخپلوسرونوښندلواوشهادتونوته پيداشوي يوموږخپلې ټولې وينې دخپلې مينې په لاره كې توئې كړيدي ،خودومره وينو تويولواوس له موږ نه خپله مينه هم هيره كړي ده ،موږ خپله مينه هم پخپلووينو ورنګوله .دڅولسيزوپه دې ويرجن ماتم كې چې موږ ديواوبل په وينولاسونه � �نګوو،آيا داكوم وياړدي اوكه ليونتوب؟  زه داجنون اوليونتوب ګڼم  موږ ليوني شوي يو،له موږ نه زموږعقل تښتيدلى دي ،موږ اوس دوينوپه څښلوعادت شوي يو،موږ هغه اتلان يوچې دخپل وروردوينودتويولونه خونداخلواوپرې وياړو .هو ! موږ دوينوتږي يو، اودخپل وروردوينو! ! دادي كلونه كلونه وشول چې موږ دخپلو وروڼودقتل قهرم انان يو، نن هغه څوك زما په سينه كې خپله توره ښخوې چې مايې توره اوكارنامې ستايلې ،نن هغه څوك زما په زړه دخپلې تورې ګوزاركوي چې مايې سپيڅلې ږيره اوميړني بريتونه ستايل زما خپل وروردرته يادوم ،زما دعقيدي اوايمان ورو� �. ماخپله توره كړه د ورورپه زړه كې ماته خدايهچې دښمن راغى زه په دوه لاسه وم پاته خدايه اى زما وروره ! داته څوك وژنئ ؟ داته دچا قتل په غاړه اخلئ ؟ دا څوك دې چې ته يې ژوند ترې اخلئ ؟؟ داستا وروردى ،ستا دخپلې مور بچى دى ،ستا غم لړلى هيوادوال ستا مظلوم اوجګړه ځپلى افغان ورور ! خير دي كه ته موږ وژني اوزموږ دقتل ګناه په غاړه اخلى موږ به لامخكي داوصيت وكړو چې : ته مې وژنه دقصا ص انديښنه مه كړهدخپل خون په تور به ونيسم يوبل څوك ",دخپل خون په تور به ونيسم يوبل څوك ! 3722,,"   دائتلافي ځواکونو خپره شوې خبرپاڼه کاږي چې ددغو ځواکونو یو سرتیری تیره ورځ دپکتیکا ولایت دگیان په ولسوالۍ کې هغه مهال ووژل شو کله چې ددغو ځواکونو دگزمې په گاډو ددوی دمخالفینو له لوري برید وشو. خبرپاڼه دا هم کاږي چې په پیښه کې یوه لس ک� �نه افغانه انجلۍ هم ټپ خوړلی اوددرملنې لپاره دائتلافي ځواکونو نیږدې روغتیایي مرکز ته وړل شوې او روغتیایي ح الت یې دا مهال ښه بلل شوی.  ",یو ائتلافي سرتیری په پکتیکا کې وژل شوی. 3723,," د ویښو زلمیانو د غورځنګ د پیاوړی غړی، د پښتو د نهضت او ادب د مالیار، د پښتو ژبی د استاد الحاج محمد نورخان الم  کندهاری د تلین یاد او فاتحی مجلس د متحده ایالاتو د کلیفورنیا د ارواین د ښار په اسلامی مرکز کی د جولای د میاشتی په نهمه د یکشنبی د ورځی د م اپښین له ۳ – ۵ پوری دایر ېږی. د معلوماتو لمبر: ۹۴۹-۷۸۶-۴۲۶۴ = ۹۴۹-۳۷۰-۱۰۲۱پته: د ارواین اس� �امی مرکز۲ ټرومن، ارواین کلیفورنیا – ۹۲۶۲۰ ",داستادمحمدنورخان الم دیولسم تلین یادغونډه 3724,عبدالرب شاهد," ليكوال : عبدالرب شاهد احمدشاه بابامېنه د پكتيا غږ په نوم د يوې ونيزي ، په  يوسلو پنځه ديرشمه ګڼه ، د سرطان د مياشتې يوولسمې نيټې  د مياشتنۍ خپرونې ، لمړي مخ كې   د ښاغلي سيدمخدوم رهين په (شخصيت ) مې  يوه ليكنه ولوسته چې لوستونكي ته يې شك پيدا كاوۀ . لمړى داچې هغه متل به وي : پك پورې چې خاندې ورته وايه څڼه وره وروره ، او يا دا چې مخدوم رهين پخپله ناست دى يو پښتون ترجمان يې كېنولى ، خپل صفت يې په فارسي ورته كړى ، هغه ژباړلى او بيا يې چاپ كړى دى . د دې لپاره چې خلك يې وم ني د خواركي ژباړونكي نوم يې د ليكوال په ځاى ليكلى دى ، خو ښه به داوو چې د ترجمان په ځاى د ليكوال نوم ((سيد م خدوم رهين )) ليكل شوى واى .ځكه دا د ژورناليزم د آرونو په خلاف كار دى  . زه مې د خپلې خبرې د ثبوت لپاره كومې س� �ګردانۍ ته اړتيا نلرم ، ليكوال (( رهين)) ته چلنج وركوم كه چېرته تا په ټول افغانستان كې يو كس پيدا كړ چې ته يې تائيد كړې زه پښتو پور دركوم (( ايرانيان او متعصبين استثنا دي ))  . كه خداى مكړه دا د مخدوم ليكنه هم نه وي ، ناشونې نه ده . ځكه د واك او قدرت پر مهال داسې پست او غوړمال انسانان ډېر شته چې د يو چا په عيبونو پرده و غوړوي خو دا يو اصل دى  چې هېڅ څه هم پټ نه پاتې كېږي . د دې ليكنې ليكوال د هغه پاچا د كيسې په ياد واچولم چې د سمندر په غاړه ولاړ وو ، غوړه مالان ترې شا و خوا را ټول وو ، هر يوه يې ورته ويل : صاحبه ! دا سمندر ستا په واك كې دى ، له تاسو څخه اطاعت كوي ، كه تاسو هرڅه ورته وواياست مني يې . پاچا پوهېده چې دوى درواغ وايي ، د دوى د درواغو د اثبات لپاره يې په سمندر غږ وكړ : كه زه څه ووايم ته هماغسې كوې ؟    له سمندره غږ پورته نشو.  د � �ته هم همدغه كيسه ده ، ملت لا په ځاى پرېږده ، كه خپله مخدوم هم دا ليكنه ولولي ((كه يې خپله نه وي ليكلې)) د دې � �يكوال پستۍ او غوړه مالۍ ته به آفرين ووايي .  ځينې انسانان كله دومره لوى كارونه وكړي چې د انسان موقف په ټولو ژونديوموجوداتو كې ثابت كړي او كله هم دومره سپك كار وكړي چې انساني كرامت ته توهين وشي ، غوړه مالان همدغسې كسان دي چې انساني كرامت تر پوښتنې لاندې راولي. مخدوم صيب دې په دې پوه شي چې كه د ځان د پاكولو لپاره  مقاله � �يكونكي غوړه مالان څه چې كتاب ليكونكي غوړه مالان هم استخدام كړي ، نه پاكېږي  او د هغه تور رنګ نشي سپينېداى . ظاهر شاه ته سجده كول ، د هغه د دروازې خاورې ښكلول  ښايي يو څوك وزارت ته ورسوي خو د خلكو د زړونو سره يې فاصلې لنډولاى نشي .    زمونږ ملت پاك ، ساده زړى او سپېڅلى دى . په هر چا باور كوي ، خو كه په چا كې يې خيانت وليده ، نه يې بښي او نه يې هېروي . هغه څوك چې نه په اسلامي اصولو باور لري او نه خپل افغاني كلتور پېژني  ، څنګه كېداى شي هغه ته ملي شخصيت وويل شي ؟ ملي به وي ، خو ملي ايرانى ، ملي امريكايى ، نه يو افغان م� �ي شخصيت .   يو ځاى كې ژباړل شوي دي (( ....هر څومره چې د تور او تهمت ، افترا او دروغو چيغي ووهي ، نه د ډاكټر مخدوم رهين د شخصيت او مقام څخه څه شى كمېږي او نه .......)) دا رښتيا ده چې د مخدوم رهين له مقام څخه څه نه كمېږي ځكه د كرزي صيب د انتخاب معيارونه او د ولس د انتخاب معيارونه سره ډېر ژور توپيرونه لري چې د هېواد اوسنۍ نا امني هم د همدغو ناسمو معيارونو زېږنده ده ، چې مخدوم صيب په دې معيارونو ښۀ برابر دى . خو پوښتنه دلته ده آيا مخدوم � �هين شخصيت لري چې ترېنه كم شي كه څنګه ؟ په دې خبره مخدوم ډېر ښۀ پوهېږي چې هغه په ټولنه كې څومره بې قدره دى . م خدوم صيب اوس د كمپاين لپاره ځينې ودو او ختمونو ته هم ځي خو دومره منفور دى چې يو څوك حتى له ده سره په يوۀ ميز ناستي ته هم نه حاضرېږي . دا واقعيت څو ورځې مخكې ما د ولسي جرګې د يوۀ وكيل د ورارۀ په وادۀ كې وليدۀ . هغۀ وكيل خپله ويل چې ما نه دى خبر كړى ، زه يې نه خبرېدل نه منم خو له دۀ نه كركه د هر چا په سترګو كې ليدل كېده  . د ك� �تور او ځوانانو سرپرست څو شېبې ناست وو ، څوك ورنغلل ، ډوډۍ يې هم ونه خوړه پاڅېده او ولاړۀ  ، دې ته وايي اح ساس د حقارت . خو دلته بيا يو ليكوال پيدا شوى هغه د هېواد محبوب كس ګڼي  اوپه هغو ټولو كسانو چې مخدوم صيب ته احترام نه دي قايل ، د لېونتوب تور لګوي او متعصب يې بولي . دا خبره يې څه ګنګه غوندې ليكلې ده ، خومانايې داده : م لت رواني ناروغه او متعصب دى . د ولسي جرګې غړي لېوني او متعصبه دي چې مخدوم صيب ته يې  سپكه ورواړوله ، د اعتماد رايه يې ورنكړه . په زړه پورې خو دا ده چې نوموړى تر اوسه هم د سرپرست په توګه دنده په مخ بيايي . هغه څوك چې ملت يې پاتې كېدل په هغه څوكۍ و نه غوښتل . خو آيا كرزي صيب تر اوسه د ملت غوښتنې په پام كې نيولي دي ؟ كه يې د ملت غوښتنې لږې ليدلاى واى ، د هېواد وضعيت به دې حد ته رسېدلاى وو ؟ ښكاره ده چې ځواب منفي دى . كررزي صيب په دوه تېرو دورو ( لنډمهاله او انتقالي) كې ټاكنې پخپل سر كړې وې ، دا يې عادت ګرځېدلى دى ، يا په بل عبارت دا خپل طبېعي حق ګڼي ، ځكه خو چې اوس د ملت استازو پنځه وزيران او اوه قاضيان رد كړل دا ورته ډېره سخته شوه ، زغملى يې ورته ګران دي ، اوس غواړي د قانون له خلا څخه ګټه پورته كړي او خپل د خوښې (نه د ملت دخوښې) كسان بيا د باور رايې د اخېستو لپاره معرفي كړي . خو بايد په دې پوه شي چې ملت دا د دې لپاره نه دى ټاكلى ، د دې لپاره يې رايه نه ده وركړې چې زورېدلي ولس ته د زور لاملين راولي .  په دې وروستيو كې داسې آوازې دي چې ګويا جمهور رئيس غواړي سيد مخدوم رهين بيا ولسي ج� �ګې ته د اعتماد رايې لپاره وړاندې كړي . ، زه دا عمل يا دا تېر وتنه له جمهور رئيس نه لرې نه وينم ځكه د داسې تې� �وتنو لمړى ، دوهم ، دريم ياڅلورم ځل نه دى ، بلكه دې ته ورته كارونه ولسمشر ډېر كړي دي خو كه ناكامه وزيران د باور رايې اخېستلو لپاره ولسمشر بيا معرفي كړي او د ملت استازي هم بې تفاوته پاتې شي ، دا به په دې مانا وي چې يا وكيلان هغه بل ځل تېر وتي وو  ، د رايو په وركولو بښنه غواړي او يا هم دا چې معامله شوې ده . لكه څنګه چې خلكو له اجرائيه قوې څخه فاصله نيولې له مقننه قوې نه به يې هم ونيسې . ښايي د دې عمل يو لامل د ولسي جرګې د مديريت كمزورى كولو په موخه چې په سر كې محمد يونس قانوني دى ، وي . خو دې ته يې پام نه دى چې يوه غلطه كړنلاره ، يوه ناسمه توجيه د راتلونكو زمامدارانو لپاره پاتې كېږي چې د ولسي جرګې اصالت تر پوښتنې لاندې راولي .كه جمهور رئيس راويښ نشي او خپلو كړنو ته همداسې دوام وركړي ، څه موده وروسته به خلك د دۀ څېره د تلويزيون پر ښيښه هم و نه زغمي . ",د ښاغلي سيد مخدوم رهين ( شخصيت)؟ 3725,شاه سعود," زړه مې مړ دی مسیحا شه یوه سا راکړه جانانهزه به غم د� �ته ډالۍ کړم ته خندا راکړه جانانه د حسرت په هدیره کې چې راوګورې موسکۍ شېدا یوه شیبه مې بس ده ب� �ه بیا راکړه جانانه زه په سترګو در روان وم تا د زړه په لاره سر کړمما انا درنه غوښتله تا فنا � �اکړه جانانه خفه نشې په دی ټکي خپله برخه درنه غواړمچی لمبی دې راکولې اوس رڼا راکړه جانانه دا چې حد نه درنزدی یم بی ادبه یم دلبرهزما مینه زما جرم دی سزا راکړه جانانه ",غزل ( زړه مې مړ دی ) 3726,شاه سعود," ځمونږ د کلي بس به کله راځيزه به ېې څومره انتظار کوم هپکې به ځاې د ناستې وي او که نهبېا به پېاده تر کوره لار کومهمور به مې بېا رانه خفه غوندې ويزما د سر به ېې منلي وي څهزما د خوښې په سبزو کې به ېېراله په غوښه کې پخ کړي وي څهڅنګه چې ورشمه نو ښکل به مې کړيبېا به � �وډۍ راسره سمه وخوريخفګان به داسې را ظاهر کړي راتهلکه د نور کله به کمه وخږريبېا به زما د برخې ټولې ګي� �ېد چا پردۍ ښځې له زوېه وکړيبېا به لمانځه لپاره نېت وتړيهره سجده به لږه لوېه وکړيد مور په دغه ناوېلې ژبهزه ښه پوهېږم خو مزه راکويد ټولې ستړې او ستومانه اونۍدغه یو څو شیبې دمه راکويبیا به زما د کټ په � �نګه کښینيد ورځو حال به ورته ووایمههره ګیله به یې دانه وانه شيد ښار احوال به ورته ووایمهبیا به هم دیکې زما سترګې ورشياو چې سبا شي بیا به ښار ته راځممور ته به وایم چې وختي به راشمکه خیر وي بیا چې بل اتوار ته راځمخو چې اوه ورځې مې تیرې شي نو دا بل اتوار به مې هم دغسې ويهم دغه فکر به اخستی یمهاو انتظار به مې هم دغسې ويچې دا د کلي بس به کله راځيزه به یې څومره انتظار کومهپکې به ځاې د ناستې وي او کنهبیا به پیاده تر کوره لار کومه ",ځمونږ د کلي بس به کله راځي 3727,,"   تيره ورځ له غير مسولو وس� �والو دوسلو دراټولولو پروګرام ډاياګ ته دكاپيسا په ولايت كې د ٤٥ قومندانانو له لوري ٢٥١ ميله وسلې چې ٩٤ ميله يې كاري وې دغونډې په ترڅ كې وسپارل شوې. دكاپيسا والي عبدالستار مراد وويل چې ددغه ولايت له نور قوم ندانانو غواړي خپلې وسلې ډاياګ ته وسپاري. ",قومندانانو په كاپيسا كې ډاياګ ته وسلې وسپارلې. 3728,," د روشن ګرځنده تليفون كمپنۍ د پام وړ   د مزار شريف د مخابراتو رياست تر شا د كوچهْ مير قاسمي خلكو په يو سرخلاصي ليك كې د مخابراتو له وزير نه هيله كوي د ع� �يبا كمپنۍ، چې د ګل اّغا يونس كور يې په كرايه نيولى، غواړي په دې ځاى كې د روشن تليفون يوه پايه ولګوي، كه څه هم د سيمې اوسېدونكيو په وار وار له دې كمپنۍ څخه غوښتنه كړې، چې له دې كاره لاس واخلي؛ ځكه چې د خلكو د استوګنې سيمه ده، كېداى شي زياتې ستونزې منځته راوړي. له دې لامله د سيمې اوسېدونكي د مخابراتو له وزير څخه غوښتنه كوي، چې ددې كمپنۍ ددغه زيان زېږوونكي كار مخنيوى وكړي.د سيمې اوسېدونكيو ګواښ كړى، كه چېرې د دوى دا هيله ونه منل شي، � �اتلونكى مسووليت به د عريبا كمپنۍ پر غاړه وي. د كوچهْ مير قاسمي د اوسېدونكيو له خوا ",د مخابراتو وزارت په نامه سرخلاصى ليك 3729,"ډاکټر محمدعثمان � �وستار تره کی"," په افغانستان کي د جګړی د جنایت کارانو محاکمه   دغه کتاب په � �۲۲ مخونو کي لیکل شوی ، درې برخي پنځه څپرکي لري . د کتاب په لمړۍ برخه کي د نړیوالو حقوقو د اصولو په رڼا دجګړې د جنایت کا� �انو محاکمه څیړل شوې ده . دوهمه برخه: په افغانستان کي د جګړې د قوانینو سرغړوني ته ځانګړې شوېده . په دریمه برخه کي په افغانستان کي د جنگي جنایت کارانو د محاکمې عملي لاري چاري ارزول شوي دي .   د کتاب نوم : په افغانستان کی د جګړی جنایت کارانو محاکمه . لیکوال      : دوکتور م ، ع  � �وستار تره کی . د چاپ نیته : ۲۰۰۱  م د چاپ شمیر : ۱۰۰۰ توګه د کتاب د تر لاسه کولو پته   : abasin41@yahoo.com    ",په افغانستان کي دجګړې دجنايتکارانو محاکمه 3730,"فضل غني ح� �مل/کابل"," فضل غني حقمل/کاب� �         دجمعې ورځ وه سهاروختي له خوبه پاڅيدم ، له مانه څوشيبې وړاندې سلطان احمدزى پاڅيدلى وه ، ماچې سرپورته كړ ګورم چې فضل الرحمن عمرخيل مې پښوته ناست وه لاس مې وركړ او روغبړ مې ورسره وكړ . م ونږ ته ويل شوي وه  چې په اوه نيموبجوبه له تايمني څخه دلوګرپه لوري خوځيږو . ژر ژر مې جامې بدلې كړې اودتايمني په لوري وخوځيدو . نوكله چې له كوټې ووتو سلطان احمدزي وويل يوځل به مركزي ليلې ته ولاړشو اوله هغه ځاى څخه به بيا دڅوتنو نورو ملګرو سره يوځاى تايمني ته ولاړشو مونږ هم ورسره ومنله په ليليه كې دعبدالله كامه وال كوټې ته ورغلو داځكه چې كامه وال اوزمونږ ځينې نورملګري ټول په يوه كوټه كې اوسيدل كله چې مودكوټې ور خلاص كړ نوهغوى له يوې مخې ويده وه ، يويو موله خوبه راپورته كړل اوله روغبړ وروسته مووويل چې چاى به نه څښو ترڅوايله تراوه نيم وبجو پورې تايمني ته ورسيږو . پدې ورځ عبدالله كامه وال دځولۍ مجلې دريمه ګڼه هم تازه چاپ كړې وه اومونږ درې واړو ته يې يوه يوه راكړه خداى ( ج ) شته ډيره مې خوښه شوه خودلوستلو وخت مونه درلوده مجله مې له ځان سره واخيسته اوسم دستي موحركت وكړ . دليلې نه راووتو دسړك په غاړه ودريدو غوښتل موچې فلانكوچ ونيسو داځكه چې مونږ ټول 12 تنه ملګري وو اوپه بل كوچني موټركې نه ځاييدو .ترڅوشيبووروسته مويوفلاينكوچ په 200 افغانۍ په كرايه ونيوه اوپوره اوه نيمې بجې وې چې تايمني ته ورسيدو .مونږ ته ويل شوي وه چې ځوانان اوشاعران ټول ديار موسسه كې راټوليږي اوله هغه وروسته دلوګرپه لوري حركت كوي . مونږ هم دمعلوماتو له مخې ديارموسسې ته وردننه شوو ترټولو ړومبى مې په صم يم صيب سترګې ولګيدې چې ديوشميرځوانانوسره پوڅوكۍ ناست وه مونږ هم ورسره روغبړ وكړ اوڅنګ ته يې ودريدو . له مونږ وروسته ډلې ډلې نورځوانان اوشاعران هم راغلل هغوى هم له يوبل سره په خبروپيل وكړ اوتريوڅه ځنډه همدلته وو . ت� �اته نيموبجو موانتظار وويست . ترڅوټول ملګري حاضرشول ، مونږ ټولو دانتظار شيبې شميرلې چې لږ وروسته نذيراحمد نذير غږ وكړ چې موټروته وروخيژۍ دموسسې مخې ته څلور 303 موټرله وړاندې نه ولاړوه او د وړو راوړو لپاره په كرايه نيول شوي وه . زه هم دنورو ملګرو سره دموټر لور ته وروخوځيدم په كوڅه كې دمحمدالله كمال صيب موټرهم ولاړوه . كم ال صيب دصميم صيب څخه هيله وكړه چې  ده سره يوځاى ولاړشي صميم صيب هم همداسې وكړل اودكمال صيب په موټركې و� �وخوت . صميم صيب زه هم له لاسه ونيولم اوراته ويې ويل چې زما سره ولاړشه زه هم ورپورته شوم اودصميم صيب په خواكې كيناستم . مونږ سره عبدالغفور ليوال ، محبوب الله محبوب ، اسمعيل نويد ، نذيراحمد نذير هم ملګري شول اوټول له كمال صيب سره په يوه موټركې وخوځيدو . خودلوګرپه لوري مولاحركت نه وه كړى چې صميم صيب وويل بايد ډاكت� �اكبر اكبر هم له ځانه سره بوځو داځكه چې هغه هم ژمنه كړې وه چې په مشاعره كې برخه واخلي .مونږ هم ومنله اولومړى دډاكتر اكبر اكبر دفترورغلو له هغه سره موڅوشيبې تيرې كړې او ورته مو وويل چې بايد له مونږ سره يوځاى ولاړشي خو� �اكتر اكبر اكبر په ډيرې خواشينۍ سره وويل چې دځينوبوختياوو له كبله نشي كولاى په مشاعره كې گډون وكړي . دهغه سره دمخه ښې وروسته دلوګرپه لوري رهي شو 303 موټرونه له مونږ څخه يوڅه مخكې خوځيدلي وه  اومونږ ورپسې وو .په لاره كې موښې ډيرې كيسې وكړې اولس نيمې بجې وې چې مشاعرې ته ورورسيدو كله چې دغونډې ځاى ته وردننه شو نوغونډه زمونږ دورتګ سره سمه پيل شوه مونږ هم په خپلوخپلو څوكيوكښيناستو دلوګر ولايت چارواكو ډيرښه امنيت نيولى وه په غونډه كې هم په لسګونو شاعرانو برخه اخيستې وه اوداسې بريښيده چې دافغانستان دډيرو ولايتونو څه راغلي وه پدوى كې ډير ښه ښه شاعران هم ترسترګوكيدل خوډيرى پخپله دلوګر ولايت اوسيدونكي وه چې په ډيرشوق اوذوق يې په دغه م� �اعره كې ګډون كړى وه كه څه هم زه پخوا څوپلا لوګرته تللى وم خوداځل ځكه ډيرخوښ وم چې دهغه ځاى له خلكوسره مې له نږدې وكتل اودهغوى په ټولو ځانګړنو ښه وپوهيدم .مشاعره دقرآن كريم دڅوآيتونو په تلاوت سره پيل شوه له هغه وروسته دلوګرولايت ځينې چارواكي پخپل وارسره راپورته شول اوغونډې ته يې ويناوې وكړې زماپه نظر دغه ويناوې ځكه � �يرې په زړه پورې نه وې چې دخلكوتنده په دا راز خبرونه ماتيده اودېته تږي وه چې بايد دهيواد له ګوټ ګوټ نه راغلو � �اعرانو شعرونه واوري اوشعري تنده يې ماته كړي خوسره لدې بياهم برخوالو دچارواكو خبروته ډيرښه غوږ ايښى وه اودزړه له زوره يې لاسونه هم ورته پړكول . په افغانستان كې معمول دي كله چې كومه غونډه جوړيږي نوچارواكي ترهرچا ړومبى ځان ته داحق وركوي چې بايد يوڅه ووايي اوافغانان خوبياښكاره ده چې ډيرې خبرې كوي كه څه هم دچارواكو خبرو � �يروخت ونيوه اوله يوه اوږده ځنډ وروسته مشاعره پيل شوه خوسره لدې بياهم دمشاعرې رنګ اوخوند پخپل ځاى پاتې وه .دمشاعرې دپيل كيدو سره سم په ګډونوالو كې ساه وغوړيده اودلاسونو پړكا يې څوچنده شوه ماهم خپل نوم دهغه شاع� �انوپه كتاركې ليكلى وه كوم چې پدغه مشاعره كې يې دشعردويلوتكل درلود خوزه پوهيدم چې ښايي داهيله مې ترسره نشي داځكه چې دهيواد دلروبرنه دومره زيات شاعران راغلي وه چې ماپكې خپل ځان هيركړى وه .وياندويانوهم هغوشاع� �انوته لومړيتوب وركاوه كوم چې دلرې پرتو سيمو او ولايتونوڅخه راغلي وه زماپه نظر داكار ترډيره دلوګرولايت دخلكو دميلمه پالنې يواصل وه اودغه اصل كټ مټ په پام كې نيول شوى وه . په هرحال داكومه دخپګان خبره نده اوښه كاروشو خوكه چاپدې برخه كې كومه ګيله هم كړې وي نوګيله يې هم پرځاى ده دماسپښين تردوه بجو پورې مودبي� �ابيلو شاعرانو شعرونه واوريدل خداى ( ج ) شته ماته يې ډيرخوند راكاوه اوهغه خوند مې اوس هم په ماغزو كې شته . بله خبره داده چې په غونډه كې يوشميركوچنيان هم مخې ته كيدل اودملي ترانو په ويلو سره يې غونډې ته لاډيره ښك� �ا ور بښله .په دوه بجو دغرمې ډوډۍ تياره شوه اوټول دډوډۍ خوړلو لپاره پاڅيدل زه هم دخپلو څوتنو ملګرو سره د� �وډۍ خوړلو سالون ته ورننوتم له ډوډۍ خوړلووروسته مولمونځونه هم وكړل اوداجندا سره سم بيرته دغونډې په ځاى كې � �اټول شو . دمازديګر ترناوخته بياهم مشاعرې دوام پيداكړ اوګڼ شمير شاعرانو خپل شعرونه واورول دمشاعرې جوړونكو دغونډې په برخوالو ځينې سوغاتونه لكه مجلې ، كتابونه او ....... هم وويشل خودغه ويش چندان عادلانه ، نه وه داځكه چې دغونډې ټولوبرخوالوته دغه كتابونه ونه رسيدل .دمشاعرې دپاى ته رسيدو وروسته يوزيات شميرځوانان دم� �ي اتڼ لپاره هم راپورته شول په ډيرخوند يې اتڼ وكړ اوډير خوند موترې واخيست .مازديګر ناوخته دسنځل ګل دغه م يله پاى ته ورسيده اوميلمانه بيرته دكابل په لوري راوخوځيدل . زماپه آند دسنځل ګل ميله بايد په همدې ډول هركال ترسره شي اودپراخولو لپاره يې بايد لاډيرې هلې ځلې وشي داځكه چې دغه ډول غونډې اوميلې څوګټې لري يوداچې دهيواد دل� �وبرځوانان اوشاعران يوله بل سره له نږدې ويني اودزړه خواله سره كوي . دويم داچې پدې توګه دپښتو شعردځلولو اوخوندي كولو لپاره يوښه فرصت برابريږي اوترټولو مهمه خبره داده چې پدې ډول غونډوسره په ځوانانوكې دوطن پالنې روحيه پياوړې كيږي اودخپل هيوادني كلتور دپياوړي كيدو لپاره هاند اوهڅې كوي .=============================== هغه انځوريز راپور چي بېنوا ويبپاڼي دسنځل ګل مشاعرې په اړه خپور کړﺉ و ، ددې ځاﺉ په کښېکاږلو کتلای شی . ",له کابل نه د لوګر تر سنځل ګله . . . ( يونليک ) 3731,انجنیر محمدشعیب کاکړ," انجنیر محمدشعیب کاکړزموږ ګ� �ان وطن کي چي نسبي امنیت منځته راغلی و،ضروري خبره وه چي د وران، ویجاړ کور د جوړولو لپاره زموږ د هیواد م تخصصین اوتخنیکي کار پوهان دعوت شوي واى او په درستو او مناسبو کارونو ګمارل شوي وای.تر څو چي هغوی خپل ټول توان په کار اچولی وای او دا وران وطن يې مخ په بیاودانولو سوق کړی وای. خو متاسفانه چي په عوض د تجربه لرونکو متخصصینو او علمي کدرونو، موږ ته ډلي_ډلي بې مسلکه انګلیسي دانان او سیاسي کارپوهان را روان دي. زه نه پوهېږم چي دا وطن به په انګلیسي او سیاسي تبصرو،او یا ګردي مېزونو جوړ شي او یا که په هلو ځلو د متخصصینو او تخنیکي کارپوهانو (علمی کادرونه)؟ د خدای شان دی زموږ د خلکو علاقه ټوله په تلوېزیون او هوټل جوړولوکي ده اوبس! دا چي فابریکې،کارخانې او یا واړه تولیدي کارځايونه جوړ کړي، چي هم خلکو ته یو د کار زمینه برابره شي او د بل خوا څخه يې د تولید څخه ښه او ارزانه (اقتصادي) استفاده وشي. او یا داچي په دې کوچني هیواد کي  لس تلوېزیوني � �بکې ولرو چي د ډېر لږ توپیر په لرلو سره یو شان خپروني لري؟ حتى داسي خپروني هم لري چي د هغه په ښودلو سره د خ� �کو په منځ کي بې اعتمادي او بې باوري راولي، لکه د تلوېزیون د مخفي کامرې خپرونه او داسي نور. زما په اند داسي خپروني د وطنوالو په منځ کي د بې باورۍ او د نه مرستي کولو روحیه ژوندۍ کوي، یو ډول مسقره کول دي د یوه شخص، چي دا کار په هیڅ مذهب  کي روانه دی.او دا چي په غربي رسنيو کي هر ډول خپروني نشرېږي، موږ نه باید د هغوی کلتور، فرهنګ او اجتماعي پدیدې چي په کلونو_کلونو د خپل ګاونډي څخه خبر نه وي او یا يې سره پېژني نه، په خپل ښکلي فرهنګ او ملک کي راولو.او نه باید دا روحیه د خلکو مړه کړو. نن سبا چي هر وزارت او یا موسسي ته د کار د موندلو � �پاره، څوک مراجعه وکړي نو لومړۍ پوښتنه ورڅخه د واسطې او بیا د انګلیسي او کمپیوټر کېږی او بس! تخصص اومسلک دې وطن کي هیڅ ارزښت نه لري .او نه يې څوک پوښتنه کوي.ډېر قراردادونه لیدل شوي دي چي یو خارجي مرستندویه (سفارت يا موسسې)کړي دي، خو چا چي په پروژې کار کړی دی، هغه کس څلورم او یا پنځم لاس قرارداد (پروتکول) دی. چي د کار کوا� �ټي يې هم پنځه مرتبې د اصلي تعین شوي کوالټي څخه ټیټه ده. او ډېر داسي هم شوي دي چي د پروژې بودیجه ټوله ایستل شوې ده، او د پروژې کار په نیمايي کي پاته شوی دی. او کارکونکي يې په خپله مخه تللي دي. او د زمان په تېرېدلو سره چي م وضوع څېړل شوې ده،آخیر يې ځواب تر لاسه شوی دی چي:قرارداد (پروتکول) محترم . . . کمپیوټر کار او یا ترجمان صیب کړی دی،او هغه اوس له دې ځایه بیرته. . .  ته تللی دی.او یا هم بلل ځای ته تبدیل شوی دی. او په همدې ځواب سره هرڅه ختم شي.او هغه نیمګړی تعمیر بیا کلونه_کلونه د همغه مربوطه مرجع دغاړې زيندۍ شي.چي نه ورته څوک نوی تخصیص ور کوي، او نه يې بله موسسه جوړوي. او یا هم د سړک د جوړولو پرتوکول د داسي یو شخص سره شوی دی چي غیر د تش په نامه � �رکت څخه، نور هیڅ وسایط او وسایل د سړک جوړوني نه لري. او د پرتوکول په لومړي مخ کي به يې د لس ډوله وسایلو او وسایطو نومونه لیکلي وي. خو په حقیقت کي به د یوه موټر خاوند هم نه وي. او داسي افراد او اشخاص (خارجي او داخلي) دې وطن ته هم دکار لپاره راغلي دي، چي هلته په زرونو  ډالره قرضدار وي، او دلته يې په څو میاشتو کي خپل ځان س� �مایه دار کړی دی. دا ځکه چي هغه علاوه پرافغاني پاسپورت، خارجي پاسپورت هم درلوده. او هیڅ چاورته څه ویلای نه شو. او څرنګه يې چي غوښتل، هغسي يې کول.افغانان دي خیر یوسي، کله چي موقته اداره منځته راغله ټول په خپلو کو� �ونو کي کېناستل او د نوي حکومت د جوړېدو انتظار يې ایستلو،او د افغانستان په هر ګوټ کي يې د ملل متحد او د هغوی د متحدینو سره هر راز مرسته وکړه چي دا د بنده د سترګو لیدلی حال دی. نو راځئ  قضاوت تاسي وکړئ، یو کلیوال چي صرف یو جریب ځمکه ولري، او پنځه سره اولاده هم ولري، مزدوري ورته پیدا نه شي، ایران او پاکستان کي يې څوک نه پ� �ېږدي، کوکنار ونه کري، حکومت ورته کار ورنکړي، نو دا شخص باید څه وکړي؟ او څه باید د خپلو اولا دونو سره وخو� �ي؟ او دکومه يې کړي؟ زما په اند په افغانستان کي دوه یا درې تلوېزوني شبکې، په همدې رقم تېلفوني کمپنۍ به کافي وي، او سرمایه داران دي د دولت په مرسته لطف وکړي تولیدي منابع دي تاسیس کړي، چي د یوه اړخه خلکو ته پکي کار پیدا � �ي،او د بله اړخه د توکو په رانیولو کي کمی راشي. او که چیري دولت د خلکو اقتصاد او ژوند ته جدي پاملرنه ونکړي او همداسي حالات وي لكه اوس چي روان دي ادامه پیدا کړي، او خلکو ته دکار زمینه برابره نه شي،او پخوانیو څه ښه ویلي دي.( چي په تنګ شي نو په جنګ شي) او دا نسبي امنیتي حالات به لا پسي خراب شي.  ",که کارپوهانو ته کار وسپارل سي ستونزي کميږي 3732,ميرويس جلالزې," دا ټکي په عراق کي د القاعدي د وژل شوي مشر ابو معصب الزرقاوي ميرمن چي ځان يي ام محمد ښولي عرب نيوز ورځپاني ته په مرکه کي څرګند کړي. ميرمن محمد ويل چي يوه ورځ مخکي له دي چې زرقاوي ووژل شي ما خپل خاوند ته وويل چې له عراق څ خه ووزي خو هغه په ډير قهر راته وويل : دا څه وايي. � �ه عراق څخه ووزم! عجيبه خبر ده چي له تا يي اورم! زرقاوي راته وويل چي تر هغه به دلته د بهرنيو ځواکو  او د هغوي د کورنيو ګوډاګيانو په وړاندي جنګيږم چي دا هيواد مي ترينه خلاص کړي نه وي.زرقاوي څه موده وړاندي د امريکايي ځواکو په يو هوايي بريد کي د بعقوبه په ښار کي ووژل شو ",ما زرقاوي ته ويلې وو چي له عراق څخه ووزي 3733,ميرويس جلالزې," دا ټيپ چي د پنجشنبي په ورځ د الجزيري له عربي ژبي ټلويزيوني چينل څخه خپور شو ښيي چي  شهزاد تنوير نومي د لندن د چاودنو پلانونکې په عربي دستمال سر تړلي او له بهرنيو ځواکو غواړي چي له عراق او افغانستان څخه ووزي که نه نو د دوي بريدونه به د هغوي په اهدافو  د دنيا په هر برخه کي زور واخلي . د لندن د تير کال په چاودنو کي چي د مځکي لاندي د اورګاډو په سيستم کي تر سره شوي ٥٤ تنه وژل شوي وو. له چاودنو سره سم د  القاعدي � �لي د دي عمل پړا پر ځان ومنله . ", د لندن د چاوادنو طراح په ويډيوي ټيپ کي را څرګند شو 3734,," طالب وياند ډاكټر محمدحنيف وايي چي تېر ماښام اته بجې يې د پكتيا په شهرنو ولسوالي كي پر امريكايي هډه بريد وكړ، چي جګړه د شپې تر دوو بجو پوري روانه وه، دى وايي چي پر امريكايي هډه يې د هاوان پنځوس ګولۍ توغولي او د سپكو وسلو څخه يې هم كار اخيستى دى، نوموړى د پنځو طالبانو د ټپي كېدو خبر وركوي خو د امريكايي ځواكونو له ت� �فاتو ځان ناخبره ښيي. ايتلافي ځواكونو او افغان دولت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. ",طالبان: پر امريكايي هډه مو ۵۰ هاوانه و توغول 3735,محمود نظري," محمود نظري  آغا ماد چي ډنګره ونه ،ټیټ قد ، سوټه پزه ، زړېدلي ب� �ېتونه  او مونډی ږیره لری ا وتل غټې کټه بینی آینکی پر سترګوکوی  په هر کار کی د هر چا نه چالاکه او ترمخه وو نو ځکه ټولوخلکو هغه ته چټک آغا وایه آن په  لمانځه کي لا پر مخ تی په دویم  رکات کي  چي  به موږ سر راپورته کۍ دی به د ملا پر ځای ولاړ وو او نور  رکاتونه  به مو ده په امامت کوله   کله چی ډیموکراسۍ راغله نو خلکو د دې لپار ه چي دکلنو کلنو د روحی ناروغیو نه ځان خلاص کي او د زړه بړاس وباسی د یوې مظاهرې هوډ یې وکۍ  او چټک آغا هم خپله یوه زړه دوشۍ سره وټکوله يوه رېشکۍ یې پر غوټه کړه   او مظاهرې ته راووت. چي موست� �ګې رپولې  په ټېل ماټېل  کي یې  تر ټولو مخکي ځان ستېج ته  ورسوه او د خلکو پر اوږو سپور او   دو� �ۍ  یې خولې ته نیولې وه او په انقلابي ولولو یې نارې  کړه:   وړونو! خوسلګیوپسی واخېست خوله یې وچه سوه  او ویل یې : اوبه راکۍ !  یوه شیبه وروسته بیا پر اوږو پورته  سو او نارې یې کړه : وړونو!  اوبه راکۍ!. دريم واری بیا په اوږه پورته سو خو ستونۍ یې بیا وچ سو او نارې  یې کړه : وړونو!  اوبه راکۍ! خو د خلکو دچکچکو سره ناببره په داسی حال کی چي لاسونه یې ورسره څنډله په انقلابي ولولو یې له خولې نه ووتله  : ای ظالمه، نس دی لکه خومه ،خوراک دی پټاټې ،دا ښه کلکي مستې . او یو اري  بیا د  چکچکو شړپ  سو   پولیسو په بد ګماني سره ورته وکتل، یو  بل ته   یې په پوس پوسی   او شک سره کرار و ویل: چي نس دی له خومه یانی څوک؟ او بالاخره پیدا یې کۍ چي د دوی نسونه خو غټ نه دی  او یوازی د والي صایب نس لکه خوم د ی  او بس نوسند یې پیدا کۍ او  چټک آغا یې د نس ته د اهانت په تو� �  بندی کۍ ځکه په ډیموکراسۍ کي هر شي ته باید درناوی وسی او په درنه  سترګه ورته وکتل سی . او په زندان کي  یې  د هغه دسر وېښتان وچ وروخریلل د هغه نه یې شین کډو جوړ کۍ.  او ښه واهل او ټکول یې ورکړی وه ، موږ د ماجد خلکو خپل د نیم امام ضمانت وکۍ هغه مو راخلاص کۍ  د هغه  سوټه پزه تکه سره سوی وه ،ژامه یې ریږدیدله او ورټ  ورټ یې ژړل په لاره یې پښې رپېدې او ناکوجاتي  یې ویلی.  دا بندی ګري پر ده ډیره ژوره اغیږه وکړه  نوریې د مخ پر ځای  پر شا  زورواهه اوتۍ  او ان  یو واری پّه تراویح که د ماجد به څاه کي ولید او غرغړی یې کړی  موږ د ماجد خلکو هغه له  څاه راویسته او پولیسو  هغه د ځان وژنی په تور   بندی کۍ او د ده نه یې اسناد وغوښتل چي هغه افغان دی  که یا؟ځکه  افغان خو دا کار نه کوی.   د هغه تذکره د م هاجرت  په  شلو کالو دربدریو کي ورکه سوی  وه . نو هغوی دی ده هغه د سوټی پزی او ګدو سر په اساس د چیچینایې په نامه دګوانټانامو زندان  ته واستوی پنځه میاشتی   هغه هلته هڅه کوله چیچینایې زده کړی خو زده  یې نه کړه ،نو بې ګناه ثابت سو او بیرته کلی ته راغی   داد شا ته تګ هم په هغه ژور  ه اغیزه وکړه  هغه د هوایی سفر او جهان ګردی  کیسې کولې ، هغه ویل :  دا ګونامو ښه ډوډۍ وه ښه قفسان  وه  ښه نوی نوی نارنجی کالی وه زه ډیر خوشاله وم هغو چي زما خوشالی ولیده  زه  یې ژرخارج کړم چی نوره خوشالی ونه کم موږ  نه پوهیږم څه پټې خبرې نورې هلته وې  چي نورده د شا تګ هم پرېښودی.  نور نو ده   په  اړ خ   زورونه   وهل ان ستاسو تر مخه  دی حیا وی یوواري په بس کي د ښځو خواته ختلۍ وواو بیا پولیسو ونیوی، ده مخکنۍ دوسیه هم درلوده  بیا یې  دماینی په ضمانت چی دی د کار نه دی له بنده  خلاص کۍ او د ده تکیه کلام   اوس دی ژوندی دی وی  زما ښځه!  نور نو د کلی د ملا د فتوای په اساس  ده ته  د ټګ  په وخت  خولې ته  کېزه او په لمانځه کی  یې پر لمن مېخ ورټکوهل کیږی  خونن خبر سوم هغه د اهلیت او او  د بهر د لېدولو  اوپه بهر کی د ژوند د ښه تجربې او زده کړو    له کبله د د اط� �اعاتو  او  کلتور وزیر مقرر سوی دی  موږ یې  دیدن ته ورغلو  خو  هغه یې هلته هم  پرڅوکۍ مېخ کړی وو ",مېخ آغا 3736,,"  د چین د مالیې وزارت د راپور پر بنسټ، دغه هېواد په دې وروستیو کې له افغانستان او سنګال سره یو داسې تړون لاسلیک کړی،چې له مخې به یې چین ته  ددغو دوو هېوادونو د سوداګریزو توکیوپر لېږد ګمرکي مالیه نه اخستل کیږي. چین او افغانستان تېره م یاشت دغه هېواد ته د ولسمشر حامد کرزي د سفر پرمهال د سوداګریزو او نورو دوه اړخیزو مسایلو به برخه کې د مرستې او همکارۍ تړون لاسلیک کړ.  ددغه تړون پربنسټ، د جولای په لومړۍ نېټه دچین مالیې وزارت اعلان وکړ، چې تر دې وروسته به د افغانستان د ۲۷۸ قلمه سوداګریزو توکیو پر سر ګمرکي مالیه نه اخستل کیږي. د چین د موافقې پربنسټ افغانستان دېرشم هېواد دی،چې  د سوداګریزو توکیو په برخه کې د ګمرکي مالیې له باره اوږې سپکوي. ",چین د افغانستان پر ۲۷۸سوداګریزو توکیو مالیه لغو کړه 3737,," د حماس په مشرۍ د فلسطین د کورنیو چارو وزیر د فلسطین له امنیتي ځواکونو غوښتنه کړېده، چې له غزې تراډې نه د اسراییلي ځواکونو د پرمختګ مخه ونیسي.  تېره ورځ د اسراییلي ځواکونو د بمباریو او ډزو له امله د غزې په بیلابېلو سیمو کې لږ ترلږه ۲۲ تنه ووژل شول، چې ډېری کسان یې ملکي وګړي دي. د فلسطین د خپلواکې ادارې د کورنیو چارو وزیر سعید سیام د دغه هېواد امنیتي ځواکونو ته امر کړی، چې په غزه تراډه کې د اسراییلي ځواکونو د پرمختګ مخه ونیسي. په سیمه کې پراته خبریالان وایي،چې پر امنیتی ځواکونو د کورنیو چارو د وزیر دغه امر اغیز نه دی کړی، ځکه دامنیتي ځواکونو ډېری برخه له الفتح ګوند سره تړاو لري. د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې دا د امنیتي ځواکونو اخلاقي دنده ده، چې د صهیوني یرغل مقابله وکړي.  د اسراییلو او فلسطیني مبارزانو ترمنځ جګړه بیت لاهیه او خان یونس سیمو ته رسېدلې ده. ",حماس پر امنیتي ځواکونو د مقابلې غږ وکړ 3738,,"   پخوانی جهادي قومندان او ننگرهار ولایت دخوگیاڼو ولسوالۍ ولسوال ملک محمد عمر تیره شپه دوه بجې دائتلافي ځواکونو له لوري نیول شوی ددې ولسوالۍ چارواکو ویلي چې امریکایي ځواکونو دنیولو خبره له پخوا ورسره نه وه گډه کړې. په ننگرهار کې دائت� �افي ځواکونو خبرپاڼې دنوموړي دنیولو دخبر پخلی کړی او دا یې زیاته کړې چې نوموړي امنیت ته گواښ وه او دگرویږ نو لپاره یې بند ته اچولی. امریکایي ځواکونه تل په خپل سر خلک نیسي چې بیا یې زر پرته له کوم تور نه خوشې کوي. ",دخوگیاڼیو پخوانی ولسوال امریکایانو نیولی. 3739,,"   دائتلافي ځواكونو په خپرې شوې خبرپاڼه كې راغلي چې تيره ورځ ددغو ځواكونو يو سرتيری د هلمند په بغران كې وژل شوی او بل سخت ټپي شوی. دا مرګ ژوبله هغه مهال رامنځته شوې چې دائتلافي ځواكونو په كاروان ددوی دښمنانو له لوري بريد و� �و.  ",دهلمند په بغران كې يو ائتلافي سرتيری وژل شوی. 3740,," بغداد: د کوفې د پرونۍ چاودنې د مرګ ژوبلې شمېره ۸۹ تنو ته ورسېده. د کوفې د امنیتي چارواکو په وینا، په چاودنه کې ۵۱ تنه وژل شوي او د ۳۹ په شاوخوا کې ټپیان شویدي. په وژل � �ویو کسانو کې ۱۲ تنه اېراني سېلانیان دي. د العالم عربي ژبې تلویزیوني شبکې د خبر پر بنسټ، په ټپیانو کې هم ۲۲ تنه اېرانیان تر سترګو کیږي. امنیتي چارواکو ددغه بمي برید پړه د صدام حسین او زرقاوي پر پلویانو اچولې ده. دغه چاودنه تېره ورځ د کوفې ښار مینم تمار زیارت ته څېرمه شوېده. ",د کوفې چاودنې مرګ ژوبله ۸۹ تنو ته ورسېده 3741,," اسلام اباد: د پاکستان د پارلماني چارو وزیر شېرافګن نیازي اعلان وکړ، چې ددیني مدرسو د اسنادو څښتنان ددغه هېواد د ۲۰۰۷ کال د ولسي جرګې په ټاکنو کې برخه نشي اخستلای.   هغه تېره ورځ خبریالانو ته وویل،چې د متحده مجلس عمل ډېری مشران له دیني او مذهبي مدرسو ځخه فارغ شویدي. شېر افګن وویل،چې ولسمشر پروېز مشرف کولای شي په ټاکنو کې برخه واخلي او یوځل بیا د ولسي ج� �ګې له خوا  دولسمشر په توګه وټاکل شي. د شېرافګن په وینا، په ټاکنو کې د برخې اخستنې � �پاره د لیسانس درجه مهمه ده. ده وویل، په دې اړه د سترې محکمې د پریکړې په انتظار یو. مشرف پر ۲۰۰۲ کال د خلکو د ګوند او مسلم لیګ د ماتولو په موخه د دیني مدرسو د لاسوندونو او بریلیکونو څښتنانو ته هم په ټاکنو کې د برخې اخستنې اجازه ورکړه. ",پاکستانی وزیر: ملایان په ټاکنو کې برخه نشي اخستلای 3742,,"   نن دبريطانيا په پلازمينه لندن كې ګڼ � �مير ددغه هيواد اوسيدونكي او مشران هغه ځای ته راټول شول چيرې چې دتير كال دجولاي دمياشتې په همدې و� �ځ ځان وژونكي بريدونو وشول او دګلونو ګيډۍ يې دچاودنې په ځای كې كيښودل. تير كال په همدې ورځ ٤ ځان وژونكي بريدونه وشول ژچې لږ تر لږه ٥٢ تنه پكې ووژل شول او په سلګونو تنه نور پكې ټپيان شول. ",لندن دتير كال دچاودنو كليزه غندي. 3743,امريکا," د هند د بهرنیو چارو وزارت پخواني وزیرجسوانت سنګ ویلي،چې امریکا د کا� �ګل جګړې پر مهال د پاکستان پټ اطلاعات هند ته ور کول. په دغو اطلاعاتو کې د اتومي خولیو لېږد رالېږد او د وسلو د ګودامونو افشا کول هم شامل وو.  جسوانت سنک تېره ورځ له اج تک تلویزیوني شبکې سره د مرکې پرمهال وویل، چې دغه اطلاعات  د بل کلنټن د ملي امنیت سلاکار به لیکلې بڼه  ورکول. سنګ دغه خبرې د نوازشریف د ژوندلیک تر خپرېدو وروسته کړې دي. نوازشریف په خپل ژوندلیک  او یادښتونوکې ویلي، چې د هند پر ضد یې  اتومي کوپړۍ  د جنرال مشرف تر مشرۍ لاندې پولې ته لېږدولې وې. د هند او پاکستان ترمنڅ وروستۍ مخامخ جګړه پر ۱۹۹۹ کال د کارګل غره پر سر وشوه. دغه جګړه وروسته د کارګل په نوم مشهوره شوه. ",امریکا په ۱۹۹۹ کال د پاکستان پټ اطلاعات هند ته ورکول 3744,,"   دولسي جرګې دغړي او دارزګان دخ� �كو استازی عبدالخالق دكورنۍ غړي چې له دارزګان دترينكوټ څخه په لار وه دائتلافي ځواكونو له لوري پرې ب� �يد شوی چې دنوموړي دكورنۍ څلور غړي چې دنوموړي ميرمن او ماشومان پكې شامل دي ټپيان شوي او دا مهال په كندهار كې تر درملنې لاندې دي. لا هم ائتلافي ځواكونو پړه نده منلې ",ائتلاف دولسي جرګې دغړي په كورنۍ بريد كړی. 3745,محمدعمر واحديار/كندهار," د عبدالرحمان او تيمور تر منځ توپير په دې كي دى چي هغه د يوولسمو ټولګيو په كټګوري كي او عبدالرحمان د لسمو ټولګيو په كټګوري كي سيالي ته راوتلي وه. چي دواړو په خپل وار سره د افغانستان نوم او بيرغ ځلانده كړ محمدعمر واحديار/كندهار      تركيه هغه هيواد دى چي د افغانستان په ګډون يې د نړۍ په څه باندي ۸۰ اتياهيوادونو كي پر تركي معياربرابر ښوونځى جوړ كړي دي.تركانو د افغانستان په څلورو ولايتونو كابل، كندهار، مزار او شبرغان كي د افغاني زده كوونكو لپاره ښوونځى جوړكړي دي. د دې ښوونځيو د عصري علومو ډېرى استادان خپله تركان دي، چي لګښت يې هم تركيه وركوي. تركان كه څه هم دلته له افغاني درسي نصاب څخه كار اخلي، خو هركله چي د ښوونځيو د زده كوونكو ترمنځ كومه سيالي ترسره سوې ده د دولتي ښوونځيو د زده كوونكو په پرتله د افغان ترك د زده كوونكو پوهنيزه وړتيا لوړه وي. ښايي لامل يې د تركي استادانو ښه ښوونه وي. په تركيه كي هركال د نړۍ د ټولو تركي ښوونځيو د زده كوونكو ترمنځ سيالي كېږي، چي سږكال د جون له نهمي څخه تر اووه لسمي پوري د نړۍ د ۸۴ څلور اتيا هيوادونو د زده كوونكو ترمنځ ترسره سوې. دا سيالۍ د تركيې په استانبول ښار كي وې.شپاړس كلن عبدالرحمان فيضي د كندهار د شاه ح سين هوتك (افغان ترك)ښوونځى د لسم ټولګۍ زده كوونكى دى چي ديو څلوېښتو كسانو له منځه يې د تركي ژبي په سيالۍ كي � �ومړى مقام وگاټه او د سرو زرو په مډال ووياړل سو. عبدالرحمان وايي چي هلته زده كوونكي پر دوو ډلو وېشل كېږي، يو ترك نژاده زده كوونكي او بل هغه زده كوونكي دي چي له تركانو سره كوم نژادي اړيكى نه لري. ترك نژاده زده كوونكي د تركمنستان، تاجكستان، ازبكستان، قرغستان او . . . . . . . . هيوادونو دي چي افغان ازبك، تركمن او تاجك زده كوونكي هم د هغوى په كټګوري كي شمېرل كېږي. د ده په وينا هغوى ته بيا د تركي ژبي زدكړه نسبت غير ترك نژادو ته اسانه وي.دا چي عبدالرحمان پښتون دى او د ترك نژادو له منځه يې لومړى مقام خپل كړ، دا يې بل برياليتوب ګڼ� �اى سو. دى وايي چي د تيمور احمدى په نامه يو بل افغان چي د مزار شريف اوسېدونكى دى او په خټه ازبك دى، (ترك نژاده دى) هم يې لومړى مقام ترلاسه كړ. خو د عبدالرحمان او تيمور تر منځ توپير په دې كي دى چي هغه د يوولسمو ټولګيو په كټګوري كي او عبدالرحمان د لسمو ټولګيو په كټګوري كي سيالي ته راوتلي وه. چي دواړو په خپل وار سره د افغانستان نوم او بيرغ ځلانده كړ.د عبدالرحمان فيضي او تېمور احمدي برى په داسي حال كى دى چي تر دوى څو مياشتي وړاندي دوو نورو افغانانو اسراراحمد كريمزي د كمپيوټر د پروګرام جوړولو په برخه كي او د كندهار د افغان ترك ښوونځي يو بل تنكي زده كوونكي حبيب الهى د الجبر(رياضي) په علم كي لومړي مقامونه خپل كړه او د سرو زرو له مډالونو سره خپل هيواد ته راغلل. سږ كال كه څه هم د تېرو څلورو كالو په پرتله په هيواد كي نا امني ډېره سوې ده، په و� �ايتونو كي د نورو دولتي تاسيساتو تر څنګ د دولت د مخالفينو له خوا په يوه او بله بهانه خپلو موخو ته د رسېدو په خاطر د ښوونځيو سوځولو ته هم ملاوي تړل سوي دي، زده كوونكي او ښوونكي په مرګ ګواښل كېږي، ښوونځى ورانېږي، آن كتابتونونه او په هغو كي قرآن شريفونه هم سوځل كېږي. خو له دې ټولو ستونزو سره_سره بيا هم افغان زده كوونكي نهيلي نه دي، سږكال افغان ځوانان د علم او پوهي پر ډګر په نړيواله كچه وځلېدل او دا يې نړۍ ته په زبات ورسوله چي د ښوونځيو سوځول د افغانانو كار نه بلكي د دوى د دښمنانو كار دى.    ",دوو نورو افغانانو هم لومړي مقامونه خپل كړل 3746,," كاب� �: د كابل پر مشهور انټركانټيننټل هوټل بل شوى اور د اوروژنې د عملې په مرسته غلى كړاى شو. دغه اور،چې د هوټل په پخ� �نځي كې بل شوى و، د هوټل ۴۵ كوټو ته وغځېد او نږدې ټولې كوټې يې وسوځولې. د كابل د جنايي مدير عليشاه پكتياوال په وينا، اور په پخلنځي كې د بې احتياطۍ له امله بل شوى و او د پېښې په اړه يې يو شمېر كسان نيولي دي. د پكتياوال په وينا، اور ماښام شپږ بجې پيل شو او تر څه كم اتو بجو پورې يې دوام وكړ. د اور له امله د هوټل ټول بهرني مېلمانه له هوټل نه بهر ولاړ دي. په مساپرو كې ډېر داسې بهرنيان هم � �يدل كيږي،چې نيم لغړ راوتلي دي. ځينو خلكو د اور لګېدو پړه پر پاكستانيانو اچوله، خو عليشاه پكتياوال وويل، د پېښې په اړه څيړنې روانې دي او اوس څوك نشي ويلاى،چې اور په څه ډول سر واخست. دده په اند دا يوه  تصادفي پېښه وه، نه قصدي.  انټركانټيننټل د كابل له مشهورو هوټلونوڅخه شمېرل كيږي، چې په دې وروستيو كې په اجاره وركړل شوى دى. په دغه هوټل كې ډېرى اوسېدونكي مېلمانه بهرنيان دي. ",پر انټركانټيننټل هوټل بل شوى اور غلى كړاى شو 3747,,"   یوه پولیس چارواکي چې نه یې غوښتي نوم یې واخیستل شي خبري رسنیو ته ویلي چې دپخواني ولسمشر مرحوم سردار داود خان قبر دده دکورنۍ له ١٦ نورو غړو دمړو سره یوځای دکابل په څرخي پله کې ددفاع وزارت په روزنیز مرکز کې موندل شوی خو لا هم تردې دمه دا خبر کوم بل � �سمي لوري ندی تائید کړی. سردار داود خان دافغانستان دخلکو په زړه کې ځای درلود او دجمهوري دولت بنسټ یې ایښی سردار داود دکمونیستانو په کرغیړنه کودتا کې دکورنۍ له یو شمیر غړو سره یوځای په شهادت ورسید دسردار داود له شهادت وروسته بیا افغان کور دخوښۍ شپې ندي سبا کړي. ",د مرحوم سردار داود خان قبر موندل شوی. 3748,,"   دائتلافي ځواکونو خپره شوې خبرپاڼه کاږي چې نن دجمعې دلمانځه پر مهال دخوست ولایت دتیرې زی په ولسوالۍ دشوبي دکلي په مسجد دخبرپاڼې په کاږنه دسخت دریځو له لوري برید وشو چې له امله دمسجد ملا امام او ورسره دوه نور لمونځ کوونکي ټپیان شوي. خبرپاڼه کاږ ي چې دتیرې زی ولسوالۍ پولیسو له برید وروسته وکولای شول چې برید کونکي ونیسي او په بند کې یې وساتي. ",په خوست کې دمسجد ملا په برید کې ټپي شوی. 3749,,"   ائتلافي ځواکونو په خپرې کړې خب� �پاڼه کې کاږلي چې دغو ځواکونو ته کره معلومه ده چې دوی دولسي جرگې دغړي عبدالخالق کورنۍ چې له ترینکوټ څخه دچورې ولسوالۍ په لور روان وه برید پرې ندی کړی دغو ځواکونو دعبدالخالق دکورنۍ دغړو په ټپي کیدو خفگان څرگند کړی. خو په خبرپاڼه کې ددغو ځواکونو له یوه ویاند جنرال فاول فیزفیتریک له خولې کاږل شوي د وړمه ورځ دغو ځواکونو دچورې ولسوالۍ ته په لار څلور طالبان په اته نیم بجو ویشتلي چې په پښو کې ټپ خوړلی او له دې پرته نور کوم ډول خبر له همدې سیمې نلري. ",ائتلاف: دعبدالخالق دکورنۍ غړي مو ندي وژلي. 3750,," کندهار کې د ملى پخلاينې د کميسيون د سيمه ايز دفترد هلو ځلو په پايله کې پرون د کندهار له جيل څخه ٢٦ تنه بنديان ددغه ولايت له جيل څخه خوشي شوي دي . دکميسيون د څانګې مشر اغا لالى ويلى چې نوموړى کسان په تيرو څو مياشتو کندهار او زابل ولايتونو کې له طالبانو سره د تړاو په تورد ملى اردو د ځواکونو له لوري نيول شوى وو. په خوشى شوو کسانو کې د نوموړى په وينايو پاکستانى هم شته . ",دکندهار له جيل څخه ٢٦ تنه بنديان خوشي شوي دي 3751,," دکابل - کندهار د لويې لار په اوږدود زابل ولايت د شاجوى او قلات ښارتر مينح واټن د شا حسين خيلو سيمه کې د جګړې په ترځ کې يو طالب جنګيالى مړ او ٥ تنه ائيتلافى عسکر ټپيان شوي دي .په کندهار کې د ائيتلافى ځواکونو يو وياند منلې چې تيره شپه جګړه هغه مهال پيل � �وه چې طالب جنګياليو د ائيتلافى ځواکونو په کاروان وسله وال بريد وکړ او نښته رامينځ ته شوه .نوموړى منلې چې ټپيان په کندهار هوايى ډګر کې ددغو ځواکونو روغتون ته د درملنې په موخه ليږدول شوي دي ",زابل کې يو طالب مړ او ٥ ائيتلافى عسکر ټپيان شوي 3752,ازد خبريال," يو ازاد خبريالتېره سه شنبه، يانې د چنګاښ پر شپږمه، په نيمروز ولايت كې د پژواك خبري اژانس خبريال عبدالله الهام، د كندهار پر لوري روان و، وروسته د خپل كور پر لوري روانېده چې په وردګو ولايت كې دى، چې په ټونس موټر كې سپور و، په موټر كې نور دوولس، ديارلس كسان ورسره ملګري وو، چې ماپښين مهال د كندهار كشك نخود سيمې ته ورسېدل، هلته موټر په بازار كې ودرېد، دوى ځانونو ته يخې اوبه او نور خوراكي توكي اخيستل، چې  دا مهال د ټونس موټر شا ته يو شخصي سراچه موټر هم ودرېد، د ښاغلي ا� �هام په وينا په سراچه كې دوه كسان سپاره وو، چې په خپلو كې يې خندل، الهام وايي زه په ټليفون كې په خبرو بوخت وم، كله چې كار تمام شو، ټوله سورلي بېرته موټرته وختله او د كندهار پر لوري روان شوو. دى وايي د كشك نخود او حوض مدد ترمنځ سيمو كې دوې امنيتي پوستې دي، چې كله د كشك نخود د سيمې له پوستې څخه واوښتو، هغه سراچه موټر مو ناڅاپه مخې ته ودرېدل او كسان يې راكښته شول موږ ته يې وسلې ونيولې، په دې وخت كې يو تن راغى ما ته مخامخ كښېناست او ويې ويل: كارډ راوباسه!الهام وايي: زه حيران او وچ پاتې شوم، ځكه ما ګومان كاوه طالبان دي او طالبان خو چې له چا سره كوم رسمي كارډ وويني وژني يې! اخر دى مجبور شو زما جېب ته يې لاس دننه كړ او زما د مخكېني جېب ټول شيان يې � �اوكښل په خپل پټو كې يې واچول، چې د پژواك د دفتر كارډ هم په كې و!وروسته يوه ته زنګ راغى، لكه چې ورته وويل شو� �:دوى كارېز ته راوله، دوى هم هوكړه وكړه او موټر يې كښته لوري ته روان كړ، په دښته كې يې يو ځاى ودراوه، ټوله سورلي يې كښته كړه او هرڅه چې ورسره وو، ټول يې  ځنې واخيستل، خو الهام وايي:زه يې له نورو بېل كښېنولم، و� �وسته چې دا خلك لوټ كړاى شول، يوه تن دغو دوو وسلوالو كسانو ته وويل: زما اميانۍ (د پيسو بكسه) راكړه- ځكه زما د مېرمنې او ماشومانو عكسونه په كې دي.خو دغو وسلوالو كسانو دومره په قونداغونو وواهه چې له سر او پزې څخه يې وينې وبهېدې. وروسته يې له موټروان څخه هم پيسې او نور شيان واخيستل، موټروان غوښتل دلايل ورسره ووايي، خو هغه يې هم دومره وواهه چې بدن يې تك شين واوښت. ښاغلى الهام وايي دغو غلو له موږ څخه ان يخې اوبه هم واخيستې، هېڅ يې هم راته پرې نه ښودل.الهام وايي، وروسته زموږ سورلي موټر ته پورته شوه، چې د دوى راته پام نه و، زه هم په دوى كې موټر ته وختم، دا دوه كسان د خپلو غلا كړو شيانوپه راټولولو بوخت شول، كله چې زموږ موټر تقريبا ۵۰۰م تره ليرې امنيتي پوستې ته ورسېد، امنيتي ساتونكو ته مو دا جريان ووايه، الهام وايي، ما ځان هم ورمعرفي كړ، خو دغو پوليسانو پر موږ ملنډې ووهلې او ويې خندل. خو له بده مرغه چې د عبدالله الهام د غلو موټر ته پام نه و شوى، چې نمبر يې له ځان سره وليكي. خو زه فكر كوم كه د موټر نمبر يې ليكلاى هم، ګټه يې نه كوله، ځكه:دا چې ځړېږي مخامخ د� �ته په دار سرونهپه دې وطن كې بس همدغه وو د كار سرونهڅرنګه چې په هېواد كې د خبريالانو داسې يوه ملي او غښتلې اتحاديه نه شته چې د خبريالانو دفاع وكړي، هغه فعالې ټولنې هم په دې برخه كې اغېزناك كار نه كوي، يوازې د ډالرو د ګټلو لپاره دفترونه جوړوي، له بهرنيانو فنډونه اخلي، يخو اېركنډېشنونو ته ناست وي او د چا خبره د مېزونو تر شا تحليلونه كوي! دغه ډول ټولنې اكثره وخت يوازې نمايشي كارونه كوي، چې چا يې كومه ګټۀ نه ده ليدلې. په دې هيله چې زموږ نور خواخوږي وروڼه په دې برخه كې خپل ږغ پورته كړي. ",د لارې شكوونكو يو خبريال لوټ كړ 3753,," له کندهاره  دعمر واحديار راپور د ټلوالي ځواكونو له خوا د هلمند ولايت د كجكي ولسوالۍ پر غچيزاد كلي د بمباريو په ترڅ كي درنه مرګ ژوبله رامنځته سوه.بېنوا ويبپاڼي ته له نوموړي كلي څخه يوه تن عبدالاحد نومي د ټلېفون پر ليكه ويل چي د دوى پر كلي د جون پر پنځمه د ټلوالي د ځواكونو له خوا درنه بمبار وسوه چي په ترڅ كي يې د ده په وينا ۱۶ تنه ملكي كسان ووژل سول، په وژل سوو كسانو كي درې تنه نارينه او نور ښځي او ماشومان وو او شپږ تنه نور ټپيان سول، نوموړي زياته كړه چي د ك� �ي د ملاصاحب په ګډون يې يو ورور، ورېنداره او دوې يې ورې رېګاني ووژل سوې. ده همدارنګه وويل چي دوى څو ځلي د هلمند له چارواكو سره په تماس كي سول خو هغو له دغو عملياتو څخه ناخبري وښوده.خو د ټلوالي د ځواكونو وياند سرجنټ كريس ميلر په كندهار كي خبري رسنيو ته وويل چي دوى د موسى كلا ولسوالي ختيځ لور ته په ۲۵ كيلومترۍ كي په كجزاد كلي كي د طالبانو پر مركز تصفيوي عمليات كړي او ۳۵ تنه طالبان يې وژلي او د ده په وينا چي عامو خلكو او د ټلوالي ځواكونو ته كوم زيان نه دى اوښتى، خو د غچيزاد كلي اوسېدونكى عبدالاحد وايي چي د دوى په كلي كي د طالبانو پر م هال هم طالبان نه وو او دوى په ټول كلي كي د مسجد زده كوونكى لا هم نه لري، ده ګيله وكړه چي د دوى په حال نه دنيا او نه هم د بشري حقونو ټولنه ځان خبروي، عام خلك وژل كېږي خو د ټلوالي ځواكونه يې طالبان بولي او چارواكي ځانونه ناخبره ښيي.په رسنيو كي د دغه خبر تر خپرېدو وروسته تېره پنجشنبه د هلمند ولايت وياند حاجي محي الدين د عملياتو د خبر پخلى وكړ او دا يې ومنل چي عام خلك وژل سوي، خو د ده په وينا طالبان هم وژل سوي دي او نوري پ� �ټني رواني دي.عبدالاحد دا هم وويل چي كه په داسي بې غوري سره بمبارۍ كېږي نو طبعاً خلك اړېږي چي د طالبانو اړخ ته واوړي . ",د كجكي په بمباريو كي عام وګړي وژل سوي 3754,," د سلو تنو شاو خوا هغه کسان چې د طا� �بانو سره د تړواپه تور تيره شپه کندهار کې د پوليسو د عملياتو په ترځ کې له جوماتونو او دينى زده کړوله مدرسو څخه نيولى شوي وو، نن له غرمى مخکې ټول بيرته خوشي شوي دي. دکندهار ولايت د پوليسو مشر جنرال عزيز احمد خان و� �دګ له بينوا سره د نيول شوو کسانو خوشى کول تائيد کړل او وزياته کړه د اسنادوله کتلو څخه وروسته يو شمير خو� �ى او هغو کسانو چې اسناد نه لرل د خلکو په ضمانت خوشي شوي دي. ",ددينى زده کړو ټول نيول شوي کسان بيرته خوشي شوي 3755,," هغه ګډفوځى عمليات چې نن سهار د کندهاد ژړې او پنجوايى ولسواليو کې د ملى اردو ، پوليسو او ائيتلافى ځواکونو له لوري دطالب جنګياليو پر ضد پيل شوى لاهم روان دي . کندهار کې د پوليسو مشر جنرال عزيز احمدخان وردګ بينوا سره ددغو عملياتو پخلۍ وکړاو زياته يې کړه چې دمرګ او ژوبلې په اړوند يې تر دم ګړۍ رپوټ نه لري. ",دکندهار په ځينو سيمو کي فوځي عمليات روان دي 3756,," د هوا د تودخې له امله په دې وروستيو کې دنيمروز ولايت د مارکو دښته کې د مسافروړونکى موټر له سپرليو څخه ٥ تنود تندې او تږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى . د نيمروز امنيتى چارواکو د پېښې پخلۍ کړى او وايى د موټر نورې سپرلۍ چې لار يې ورکه کړې وه، ژغورل شوي دي.مساف� �وړونکى موټر له هلمند څخه د نيمروز په لور سپرلۍ ليږدولې چې د مارکو دښته کې يې لار ورکه کړې وه . ",د تندې له امله ٥ تنه نيمروزکې مړه شوي 3757,," بغلان کې دولتى پوليسو نن د تلاشۍ پر مهال له يو موټر څخه ٣٢ کڅوړې چرس ترلاسه کړي دي .ځايى پوليسو د پېښې پخلۍ کړى او وايى نيول شوي چرس له مزار شريف څخه د کابل په لورليږدول کيدل. د چرسو د ليږد په تور پوليسو د موټر چلوونکۍ هم نيولى دى . ",پوليسو بغلان کې ٣٢ کڅوړې چرس تر لاسه کړي 3758,," په کندهار کې د ائيتلافى ځواکونو يو وياند د دغه ولايت د پنجوايى ولسوالۍ کې د گډو عملياتو په ترځ کې د ٥ تنو طالبانو د وژلو او ٥ تنو د نيولو رپوټ ورکړى او منلې يې ده چې ١ دولتى او ٣ تنه د ائيتلاف عسکر له طالب جنګياليو سره د جګړېې په ترځ کې تيره شپه ټپيان � �وي دي .نن له غرمې وروسته دکندهار د پوليسو مشر جنرال عزيز احمد خان بينوا سره د ژړى او پنجوايى ولسواليو کې د ګډوفوځى عملياتو ددوام پخلۍ وکړ. ",٥طالبان مړه او ٤ ائيتلافى اودولتى عسکر ټپيان شوي 3759,"فريده هوډ سيفي - پ� �اګ"," فريده هوډ سيفي   چې د روميو او دژوليت په نامه چيري دمينې افسانه راواخلم دمغربي سمندرو له تله بس يوه هيره زمانه راواخلم چرته په سلوکې يي يوه يي د غمو کيسه ده هر ه يوه يي دخوښيو خوشالو کيسه ده                                په هره کرښه کې يې جوش د وصال                              په هره پاڼه کې يې سکون خوروي                              ددوه مسرورو دوه مينو زړونو                              له کاميابي نه ډک ژوندون خو ر وي   بيا د مشرق د لوړو غرونو په سر د فرهاي تيشي خاپونه شمارم د ادم خان په سوي زړه جوړ شوي هغه بي شميره پرهرونه شمارم                                                                    زما په وړاندي دوه جهانه پراته                              يو دوصال له رنګينيو جوړ وي                              بل دغمونو او دردونو جهان                              د هجرانونو له سلګيو جوړ وي   هلته چې لمرپريوځي غرب يي بولي خو حيرت دادي چې روښانه وي تل دلته چې شرق دي د لمرونو کوردي دلته تياره تياره پريشانه وي تل     دلته د ژوند د ارتقا قاتلان دچا دمرګ په ننداره ولاړ دي هلته زهيرا وزحمتکش وګړي پاس دمريخ په کناره و� �اړ دي                                        هغه قلم چې خداي � �سم پري وکړ                                        دمغرب خلکو خپل ژوندون وبآله                                        دشرق معلم کتاب ته اور واچاوه                                        علم يي سراسر شګون وباله                                         نواوس � �ازم ده چې د شرق وگړي د معنوياتو عارفان وګڼو که دمغ� �ب په معنا پوهه خلک دمادياتو غلامان وگڼو ( له بېنوا ويبپاڼي څخه ) ",دوه نړۍ 3760,"ډاکټر سراج ببرکزی ځد� �اڼ"," بينوا ويب پاڼه اوس د ټولو لر او بر پښتون افغان د آني او خپلمنځي اړيکو او خپلواکو فکرونو � �اغونډه ولو لپاره يو ﻻر ده .   د بينوا ويب پاڼي درنو چلونکو ، تخنيکي همکارانو ته د دغي بريالي او ښکلي پاڼي په هکله د زړه له کومي مبارکي وايم . بينوا ويب پاڼه دنړۍ له وتلو ويب پاڼو سره اوس سيالي کوي. زما په اند دغه ويب پاڼه کي ښکلي رنګونه ،ښکلي  ډيزاين ، واضع مضامين  ، ليکني په ډير دقت ، ژمنتوب او حوصلي سره ځاي پر ځاي شوي . چې ويونکي او ليدونکي په کې نه ستړي کيږي . په افغاني سايتونوکي ښکارنده مخکښتوب  لري . دغه پاڼه موږ ته د نګه ، معياري پښتو ژبي ادب  او کلتور ، د افغان ولس نامتو ، وياړلي څيري راپيزني . چې هره افغانه پيغله ، ځوان  راويښ ، راټول او وياړ وربخښي . بينوا ويب پاڼه اوس د ټولو لر او بر پښتون افغان  د  آني او خپلمنځي اړيکو او خپلواکو فکرونو راغونډه ولو لپاره يو ﻻر ده . زما وړانديز د دې پاڼي د يو لوستونکې په توګه : ١ . د حقوقي برخي کمښت دی  .يو زيرمتون يا برخه   د افغانستان  هغه  حقوقي مطالبو لپاره  لکه د جنګي جرايمو او ډليزو وژنو  ثابت اسناد  چې د ملګروملتو ، د عفي او بخښني نړيوال سازمان  او د نور مختلفو اورګانونو  له خواه خپاره شوي  او نړيوالي جنکي محکمه ته د منلو وړ وي په کښي وساتل شي .  ٢ . ځوانان د بينوا ويب پاڼي راتلونکې جوړوي ، د دوي لپاره يوه ځانګړي برخه يا کړکي چې  ملي او نړيوال  سپورتي مطالب ولري خلاصه شي .  د بينوا ويب پاڼي د وخت او محال س� �ه د ودي  په هيله .  په هر ډګر کي بريالي اوسي . سراج ا لحق ببرک زي ځدراڼ جرمني     ",د بېنوا ويبپاڼي دوهمه کليزه دي مبارک شه 3761,ډاکټر احمد احسان زماني (سویس,"  ډاکټر احمد احسان  زماني (سویس) وروسته له دی چې ښاغلې کرزې د قدرت واګې په لاس کې واخیستل او په کلکه سره یې د افغان ولس سره ژم نه وکړه چې د هیواد تر هر ګوټ پوری به خپله واکمنې پراخوې .سره له دې به په هیواد کې په ریښتینې توګه اساسې قانون پلی کوې او هم به کار اهل کار ته سپارل کیږې او د ظلم مخه به هم نیسې خو تیرو څو کلونو او په ښکاره د تیری لنډی م ودی ناقراریو په عملې توګه وښودل چې ښاغلی نه یواځې د خپلو کړې ژمنو په پوره کولو کې ناکامه شوی بلکه په حکومتې چارو کې  د قدرت د نه لرلو له امله د عادې ولس په بې رحمانه توګه د وژلو په تور کې ورته ګوته هم نیول کیږې . په دا به نه غږیږو چې ګنې ښاغلی واک نه لرې او ګنی د قدرت اصل واګې د بل چا په لاس دې او دده له وسه هیڅ هم پوره نه ده نو که چیری په رښتیا سره هم داسې وای نو ده ولې لوړه کوله چې  دی به په کندهار کې  ارامې راولې؟حال دا چې له پخوا هم په سیمه کې اخ وډب او ناکرارې لا ورپسی زیاته شوی او خبره له خبرو وتلې . که ورته ځیر شو نو ښاغلی کرزی د هیواد هاغه واکمن دی چې وروسته له ډیری مودی  او کلونو  له خلکو لخوا په ښکاره او مستقیمه توګه غوره کړای شوی دی نو که چیری دده په وینا همداسی وې نو هاغه خلک څوک او چیرته دې ؟ هاغه خلک چې نن ورځ په مشرقې او جنوبې سیمو کې پری بمونه غورځول کیږې او که نه هماغه خلک چې ددرواغو د تروریست نوم ورته ورکول کیږې  ؟ که چیری دا هاغه څ وک وې چې نن ورځ په وزارتونو قابض دې  او په خپل زور سره په کابل حکومت کوې او له ځانونو سره د مارشال او جنرال مختاړی هم ورزیاتوې نو زما په اند دوی خو هم په خپلو منځو کې سره پوره وو  او د ښاغلې کرزی وجود هم ورته لکه دده امر بې مانا ښکارې نو اخر دا څوک وو چې دومره په اکثریت سره یې ده ته رای ورکړی ؟   له بل پلوه د اساسې قانون پلی کول د کرزې صاحب دومه لویه ژمنه وه چې داسې بریښیدله چې ګواکی په خوښه نه وې نو په زوره به یې عملې کړې خو له بده مرغه داسې هم ونه شول او دغه قانون له ارګ څخه دباندې د وتلو لار ونه م وندله او یواځې په پاڼو کې لیکلی پاتې شولو او وس یې څوک په سړه پیتې کې هم نه حسابوې .ددغې ښکاره بیلګه د یو څو جم� �و د ملې سرود جوړول وو چې رهین صاحب او د هغې وزارت ترینه یوه لویه لانجه جوړه کړه او په پای کې یې دومره کش ورکړ چې خپله جهانې صاحب یې هم په پوزه وخندولو او ددغې افتخار څخه یې توبه ګار کړ .نتیجه یې دې ته ورسیده چې د دعوت اخبار په ۱۸۳ /۱۸۴ ګڼه کې یو افغان سیک رام سنګ  ولیکل چې دا سرود موږ ته هم د منلو وړ نه دی  او که چیری د اساسې قانون له مخې په ملې سرود کې د قومونو او اقلیتونو یادونه  لازمه وې نو بیا خو موږ هم افغانان یو او په افغانستان  کې له میشته قومو څخه یادیږو .تر څو چې زما په یاد دې نو په نړۍ کې داسې ملې سرود نشته چې د قومونو او ملیتونو څخه پکې یادونه شوی وې او بیا د افغانستان  په شان هیواد کې چې په ډیر نازک پړاو کې موقیت لرې  نو دداسې ملې سرود جوړول چې نور هم ملتونه او قومونه سره بیل کړې  او قوم پرستۍ ته پکې لمن ووهل شې نو ګنې دا به د هوښیارتوب کار وې ؟   یو وار بیا د هیواد سیاسې او نورو لویو خطرونو سره م خ دی چې په هغې کې تر ټولو لوی  او ستر  امنیت او ارامې ده .له یوی خوا په ډیره بی رحمانه توګه په سرحدې سیمو کې د ولسې وګړو ځوریدل او وژل روان دې او له بلې خوا د پخوا په شان شخصې ملیشاوې  په نوو شکلونو جوړیږې  . سره له دې په ملې اردو کې هاغه خلکو ته ځای او ونډه ورکول شوی چې له پخوا څخه د ملت په وژلو او ځورولو کې لاس لرې او یو وار بیا ترینه په بل شکل کار اخیستل کیږې .   تیرو څلورو کلونو موږ ته په ښکاره توګه وښودل چې یواځې له ټوپکمارانو لخوا د لویو ماڼیو له جوړولو څخه پرته د هیواد په بل هیڅ یوه برخه کې پرمختګ نه دی شوی او هاغه ټولې هیلې او امیدونه د ښاورو لاندې شول چې وروسته له ډیرو ناخوالو او ناندریو د پیل په یو څو ورځو د نسبې ارامۍ په څیر د خلکو په زړونو کې وی .خپله په کابل کې د تیرې مودې پاڅونونو او په سرحدې سیمو کې د جګړو لا پسې پراخیدل په دا دلالت ورکوې چې تر وسه افغانستان هاغه هیواد نه دی ګرځیدلی چې موږ پکې په ریښتینې توګه د ډیموکراسۍ فضا لیدای شو .   تش په خوله وینا هیڅ یوه قضیه د خپل اصل او بنسټیز حل په لاره نه بیايي  .د افغانستان د مسلې حل یوازي  په دې هیواد کې د سرمایه دارانو لخوا د بل� �نګونو په جوړولو او په سرکونو جوړولو پوری نه دې تړلی او نه شخصې ملیشاوي په هیواد کې ارامې او سوله منځ ته � �اوړای شې بلکه د ډیموکراسې اصلې اصولونه او لارښودنې چې د خلکو لپاره او د خلکو لخوا وې باید منځ ته راوړل شې . د خپلو کړو عملونو تور په نورو لګول هم دې مسلې ته د پای ټکی نه ږدې بلکه موږ باید په خپلو ګریوانونو کې هم لږ وګو� �و . نن ورځ مو چې څه په لاس کې دې هغه هم راڅخه ځې او که همدا حالت وې لکه نن ورځ نو بیا په دا کې هیڅ شک نشته چې زموږ � �اتلونکی وخت او بخت به بیا د مارشالانو او ټوپکمارانو په لاس کې وې .  وما ع� �ینا الالبلاغ   ",افغانستان د ‌ډیموکراسۍ(؟) په لور! 3762,دستګير خروټی," دکتاب لنډه پېژندنه :  د کتاب نوم : دموکراسي او مدني ټولنه ليکوال : دستګير خروټی کمپوزر : عبدالحق صميمي لمړی چاپ : غويی ۱۳۸۵ ل پېښور پښتونخوا خپرندوی : ا� �ازهر خپرندويه ټولنه  د ترلاسه کېدو پته    الازهر خپرنديونه ټولنه ډهکي ، نعلبندي ، قصه خواني ، پوست بکس ۴۶۳  پېښور  ( ټيلفون ۰۰۹۲۹۱۲۵۶۴۴۱۴) برېښناليکalazharco@yahoo.com   ",دموکراسي او مدني ټولنه 3763,," دختيځ زون په کچه د لومړى ځل له پاره د ج� �ال اباد ښار سهيل ته د کابل نوې اډه په ٧٥ جريبه ځمکه کې نن د يو لړ مراسمو په ترځ کې ګټې اخيستو ته چمتو شوه . دچارواکو په وينا داپه افغانستان کې د موټرو تر ټولو ستره اډه ده چې د ٢ تنو سوداګرو له خوا د ٨٠٠ زرو ډالر په � �ګښت چې ٤٧ تم ځايونه ، ٧٦٠ دکانونه او يو لړ نورې اسانتياوى لري ، جوړه شوې ده . نوموړو سوداګرو منلې چې د تمځۍ د بريښنااو اوبو سيستمونه به په عصرى توګه جوړ ګړي . د ترانسپورت چارواکو منلې چې د ١٥ کلونو په موده کې به ددغه تمځۍ عوايد او ګټه نوموړى سوداګر اخلى او له هغې نه وروسته به ټول ملکيت دولت ته سپارل کيږي . ",د موټرو ډير ستر تمځۍ ننګرهار کې پرانيستل شو 3764,," د ماليې وزارت چارواکو منلې چې بلخ ولايت کې به ٣٣ ميليون ډالر په دريو پرژو ولګوي . د وزارت وياند عزيز شمس منلې چې ١١ نيم ميليون ډالر د بلخ پوهنتون او يو روغتون د جوړولو، ٢٠ ميليون ډالر د مزار شريف د هوايى ډګرد بيا رغاونې او څه ناڅه ٢ ميليون ډالر د ښار د سړکونو ا وواټونو د جوړولو په موخه لګول کيږي .دوز ارت مرستيال شهرانىچې په دې روستيو کې يې د بلخ ولايت څخه � �يدنه کړې ، وايى د پروژو نخچې او اسناد د زمرى د مياشتې تر ١٥ نيټې پورې بشپړيږي .نوموړۍ وايى ياد شوي لګښت اسيايى پراختيايى بانک په پور ورکوي . ",دماليې وزارت ٣٣ ميليون ډالربلخ ولايت کې لګوي 3765,," د هسپانيا دفاع وزارت له خبرى رسنيو سره منلې چې دفراه ولايت کې دبمى چاودنې له امله پرون د پيرو يو عسکر مړ او ٤ تنه هسپانوى عسکر ټپيان شوي دي . هسپانيا اوس مهال ٦٨٠ تنه ځواکونه افغانستان کې لري .وژل شوي عسکر د پيرو هېواد اوسيدونکى وو ، چې د هسپانوى ځواکونو په ليکو کې يې خدمت کوو .چارواکو ويلى چې ټپيان شوي عسکر د درملنى له پاره هرات کې روغتون ته ليږدول شوي دي .چارواکى وايى تر دم ګړى د چاودنې روڼ او روغ انځور نه دى څرګند.د فراه ولايت د پوليسو مشر پخلۍ کړى او وايى دغه پېښه د بکوا دشته کې رامينځ ته شوې ده او يو موټر هم ويجاړ شوي دي .طالب وياند قارى يوسف ويلى چې بريد د دوى کسانو د ريموټ کنترول له مخې تر سره کړى دى . ",فراه کې يوبهرنۍ عسکر مړ او ٤ تنه نور ټپيان شوي 3766,," افغان ولسمشر حامد کرزي جاپان ته له يو ٥ ورځنى سفر او د توکيو په ښار کې د (ډى ډى ار) په جوړ شوي نړيوال کنفرانس کې ،له گډون وروسته نن کابل ته راورسيد .نوموړى د خپل سفر په موده کې د جاپان له امپراطور اکى يتو، لومړى وزير چونيچرو کويزو ، بهرنيو چارو وزير تارو د سنا � �ه مشرې ميرمن اوکى اويو شمير نورو جاپانى چارواکو سره ليدنه او کتنه درلوده . نوموړى په توکيو د ملګرو م� �تونو پوهنتون زده کونکوته هم وينا وکړه او يادونه يې وکړه چې افغانستان د ډاياګ پروګرام پلې کولو ته په خپل هېواد کې ژمن دى . ",افغان ولسمشر بيرته کابل ته راستون شو 3767,,"   طالب ویاند قاري یوسف احمدي خب� �ي رسنیو ته ویلي چې تیر ماښام دزابل ددای چوپان په ولسوالۍ کې طالبانو له ائتلافي ځواکونو سره سخته جگړه کړې دده په وینا لس ائتلافي سرتیري یې وژلي او طالبانو ته د وراوښتي زیان په اړه طالب ویاند وایي چې په جگړه کې دوه طالبان هم وژل شوي. ددې پیښې په اړه ائتلافي ځواکونو تر دم گړۍ کوم غبرگون ندی ښوولی.    ",طالبان: لس ائتلافي سرتیري زابل کې وژل شوي. 3768,," ", 3769,," ", 3770,," نن سهار وختې هغه مهال د روسيې د يوې مسافر وړونکى الوتکې ١٥٠ تنو مسافرينو خپل ژوند له لاسه ورکړ ،چې الوتکه د سايبيريا د( ايرکوسکى )په هوايى ډګر کې د کيناستو پر مهال له يوې ودانۍ سره ولګيده او اور يې واخيست . چارواکو منلې چې په دغه پېښه کې ٥٠ تنه نور ټپيان شوي دي . الوتکى ٢٠٠ مسافرين درلودل . د چارواکو په وينا د پېښې ډير شمير قربانيان ماشومان دي .د تپيانو حالت هم چا� �واکو د انديښنې وړ بللۍاو ددرملنې په موخه روغتون ته ليږدول شوي دي. ",په روسيه کې د الوتکې ١٥٠ تنه سپرلۍوژل شوې 3771,," د افغانستان د پوهنې وزارت په پام کې � �رى د نړيوال بانک د يو ميليون او ٤٥٠زرو ډالرو په لګښت ٣٢ نوى ښوونځى د پروان ولايت په مختلفو سيمو کې جوړ کړي .د پروان والى ويلى چې دښوونځيو د ټاکنې و اک ،چې په کومو سيمو کې نوى ښوونځى جوړ شي ،د پوهنى وزارت دوى ته سپا� �لۍ،اود خلکو د غوښتنو سره سم به په هغو سيمو کې جوړ شي چې ورته ډير ضرورت ليدل کيږي .اوس مهال پروان کې ١٣٦ ښوونځى فعال دي چې يو شمير يې ودانۍ نه لري . ",د نړيوال بانک په مرسته پروان کې ٣٢ ښوونځۍجوړيږي 3772,," بدخشان کې امنيتى چارواکو منلې چې تيره ورځ دغه ولايت کې د ولايتى بيا رغاونې د ډلې په اډه د BM1 توغنديو بريد شوي دي چې له امله يې مرګ او ژوبله نه ده اوښتې . د بريد پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخيستې . ",بدخشان کې د PRT په اډه بريد شوي دي 3773,,"   دولسمشر کرزي دمطبوعاتي دفتر له لوري ویل شوي چې ولسمشر کرزی دسیبیریا دالوتکې دراپریوتو له امله خواشینی شوی او دپیښو دقربانیانو کورنیو ته یې دتسلیت پیغام استولی. دغه الوتکه نن سهار راپریوته چې ١٥٠ سپرلۍ یې ق� �باني کړې.   ",ولسمشر په روس کې راپریوتې الوتکې خواشینی کړی. 3774,,"   دائتلافي ځواکونو خبرپاڼه چې بینوا ته هم استول شوې پکې راغلي چې نن سهار دائتلافي ځواکونو یو سرتیری له ټپ خوړلو وروسته هغه مهال ومړ چې د زهار په نوم عملیاتو کې لومړی دپنجوايي په ولسوالۍ کې دسخت دریځو مخالفینو له لوري ټپي شو. دائت� �افي ځواکونو یوه ویاند جنرال فاول فیزپیتریک ویلي دا سرتیری ووژل شو خو وژنه یې نور په امن کې ساتلای � �ي.  ",په کندهار کې یو ائتلافي سرتیری وژل شوی. 3775,," د لوګر امنيتى چارواکو نن ومنله چې تيره شپه طالب جنګياليو ددغه ولايت د خروار په ولسوالۍ وسله وال بريد وکړ،چې ددولتى پوليسو له خوا په شاتمبول � �وي دي.چارواکو منلې چې يوازې د ولسوالۍ ودانۍ يو څه زيانمنه شوى او دولتى پوليسو او ساتونکو ته په کې مرګ او ژوبله نه ده رسيدلې .يوه مياشت مخکې هم په دغه ولسوالۍ وسله وال بريد تر سره شوي وو. ",د لوګر دخروارپه ولسوالۍ وسله وال بريد شوي دي 3776,," ميدان ښار18چنګاښ: پي ارټي به دم يدان وردګوله ولايت سره يولس، بېلابېل موټران مرسته وكړي،چې په دوه اوونيوكښې به يې دولتي چارواكيوته وسپا� �ي.دغه ژمنه دميدان وردګوولايت له والي  عبدالجبارنعيمي سره په هغې غونډه كښې وشوه، چې دولايت په تالاركښې، دGSSP،ولايتي بيارغونې ډلې، دامريكاسفارت عدلي اوقضايي چارواكيو، دميدان وردګوولايت څارنواليو، محكمو، دمح بس مسوولينو اونوروحقوقي ادارو استازي هم موجودول. پردغه مهال د ميدان وردګو والي نعيمي وويل چې په ولسواليو كښې څارنوالۍ، محكمې، حقوقي ادارې ودانۍاودفتري تجهيزات نلري، چې له دې كبله دچارو پرمختګ كښې خن� �ونه رامنځته كېږي.هغه هيله وكړه چې ددغوودانيو په جوړولوكښې دې ورسره مرسته وشي، تر څو خنډونه له مخې لېرې كړاى شي. ديادونې وړده چې ددغسې جلسودجوړېد پر مټ په ميدان ښار كښې دڅارنوالۍ او محكمې ودانيوكارونه پيل شوي . ",PRT به له ميدان وردګو سره يولس موټران مرسته كړي! 3777,عرفان - کاناډا," دافغان رسالې/ افغان پوست په نوښت د کاناډا د ملي ورځي په مناسبت  او هم د افغانستان د مخکښ او ملي شاعر ښاغلی عبدالباري جهاني د فرهنګي او ادبي هلو ځلو په درنښت یوه پرتمینه غونډه جوړه سوه  یوه شپه له جهاني سره په ټورنټو کې    دکاناډا د ملي ورځې د لمانځنې په ویاړ دښاغلي عبدالباري جهاني د فرهنګي او ادبي هلو ځلو د درنښت غونډه   دکاناډا څخه د عرفان � �پوټ   دافغان رسالې/ افغان پوست په نوښت د روان کال د جون پر دیرشمه دجمعې په ورځ د کانا� �ا په ټورنټو ښار کې د کاناډا د ملي ورځي په مناسبت  او هم د افغانستان د مخکښ او ملي � �اعر ښاغلی عبدالباري جهاني د فرهنګي او ادبي هلو ځلو په درنښت یوه پرتمینه غونډه جوړه سوه .  په دې لویه غونډه کې څه باندې درې سوو افغانانو او هم کاناډایي شخصیتونو برخه اخیستې  وه . همداراز په ټورنټو کې د افغاني خپرونو چلونکو او مسولینو او هم ادبي ــ فرهنګي څیرو پدې غونډه کې  برخه  درلود  چې د ټولو ګډون والو د بشپړ خوښی وړ وګرځیده. د غونډې صالون ډیزاین  ډیر ښایسته تر سره سوی و ، د افغانستان دملي مشرانو څېرې، د افغانستان نقشه، د کاناډا او افغانستان ملي بیرغونه، د ښاغلي جهاني د کتابونو  لومړی مخ په غټ سایز د سالون په هرې خوا کې تر سترګو کیدئ،  البته د صالون د ډیزاین چارې  م بتکرې کبرا جانې هوتکي په غاړه درلودی چې مننه او کورو دانې ورته وایو.    د یادونې وړ ده چې افغان رسالې / افغان پوست همیشه  نه یوازې د افغانستان ملي ورځې او ملي تاريخي څېرې لمانخي بلکې د کوربه هیواد ملي و� �ځې هم لمانځي او دا هیواد د استوګن افغانانو دوهم کور ګڼی .  نوموړې غونډه چې « یوه شپه له جهاني سره » بلل سوې وه د مازدیګر د اووبجو په شاوخوا کې پیل او د شپې تر یوې نیمې بجې پورې روانه وه. لومړی د پروګرام د انانسرانو « محترمې نسرین هوتکي  ــ  مح ترمې ډاکټر مژده کاظمي » لخوا ټولو برخوالو او میلمنو ته ښه راغلې وویل سو او غونډه یې د ښاغلي سید میرزا محمد عابدي لخوا د قران مجید د څومبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل کړه. ورپسې د کاناډا ملي سرود او بیا د افغانستان ملي سرود وږغول سو  چې ټول حاضرین د احترام لپاره ودریدل .   وروسته د افغان رسالې/ افغان پوست  مسوول مدیر احمد شاه هوتکي خپله پرانستونکې وینا واوروله چې د کاناډا د ملي ورځې لمانځنه یې وکړه  او د ښاغلي جهاني د ادبي او ف� �هنګي  خدمتونو په بارکې کې یې لنډتوضیحات ورکړل  چې په هره برخه کې د ګډون کوونکو لخوا د تودوو احساساتو سره مخامخ سوه. ور پسې د کاناډا د پارلم ان استازې ښاغلي جیم ګرجیانس (    Hon. Jim Karygiannis, MP) ته بلنه ورکول سوه چې خپله وینا واوروي ، ښاغلي جیم ګرجیانس د لومړی ځل لپاره د افغانانو لخوا د کاناډا د ملي ورځې د لمانځلو په خاطر ډیره خوښي وښودله او په دې اړه یې د افغان رسالې / افغان پوست زیاته � �درداني وکړه، ده د افغانستان د ملي شاعر او تکړه لیکوال ښاغلي جهاني د کار او زیار یاد ونه په دغسې یوه مهمه ورځ د افغانانو یوه لویه کامیابي وګنله او ټولو ته یې مبارکی وویله.   ورپسې  ښاغلي جیم ګرجیانس،   د کاناډا د پارلمان د غړي او د د ایمګریشن مخکني وزیر او دکاناډاد لیبرال د  ګوند  د مشرۍ کاندید او د کاناډا راتلونکي صدراعظم ښاغلي جو ولپي، ( Hon. Joe Volpe, MP.) یې معرفی کړ  او هیله یې وکړه چې ستيژ ته راسي او څو خبري حاضرینو ته واوروي . ښاغلي ولپی وویل چې نن د افغانستان او کاناډا تاریخونه سره پیوند سوي او دواړه ولسونه نور یو د بل سره مستقیماْ تړاو لري . ده وویل چې افغانستان او کاناډا یو د بل نه لیري پراته دي خو نور به یې زړونه او خوښۍ سره مشترکي وي . ده زیاته کړه چې موږ  پدې ویاړو چې افغانانو د لومړی ځل  لپاره  د افغان رسالې په همت او نوښت د کاناډا ملي ورځ ولم انځله او په دغسې مهم ترینه  ورځ  یې د خپل هیواد مهمترین � �اعر ښاغلي جهاني په نړیوالو وپيژانده . ده جهاني ته خپل خاص  احترام او اخلاص وښود او هغه یې یو منلی افغان شاعر وباله او ډ ټولو حاضرینو خصوصاْ د افغان رسالې څخه یې د دغسې  لمانځنو  په  خاطر ډیره مننه وکړه .   وروسته هغه سوغات  ( لنګی   چې  د افغانانود ملي کلتور سمبول دی)   د افغان رسالې لخوا تهیه سوې وه د ښاغلي احمدشاه هوتکي لخوا ښاغلي جو ولپی ته وړاندی سوه او  چې بیا د احمد شاه هوتکی  او ښاغلي محمد م عصوم هوتک لخوا وروتړل سوه، چې  ښاغلي جوولپی    په ډير ه  خوشحالی  او کور ودانۍ سره ومنل  . وروسته د مارکم  د سیمې کونسلر ښاغلي خالد عثمان(Mr. Khalid Osman) هم خپله وینا واوروله چې د هغې په ترڅ کې یې د افغاني جامعې څخه په عام ډول او د افغان رسالې څخه په خاص ډول مننه وکړه چې د لومړی ځل لپاره یې د کانا� �ا ملي ورځ تجلیل کړه . ده هم په خپل نوبت پیاوړی شاعر ښاغلي جهاني ته خپلي نیکې هیلې څرګندې کړې او هغه یې د افغانستان د فرهنګ او ادب یو ځلانده ستوری وباله. ورپسې د کاناډا د ملي ورځې په مناسبت د ددې هیواد بیلا بیل طبیعي مناظر او د لیدو وړ مشهور ځایونه او پرمختګونه  د محترمې کبرا هوتکي لخوا س� �اید(  Slide Show  )  شو وښودل سول چې پر عین وخت د مدینې  جانې هوتکی لخوا د کاناډا د ورځي تاریخي پس منظر په انګریزي ژبه لوستل کیدې ، چې د حاضرینو په تیره بیا د ښاغلو جو ولپی او جیم  د تاوده هرکلی سره مخامخ کیدل.    د غونډي په ورپسې برخه کې  د کاناډا د صدراعظم ښاغلي ستفین هارپر ( Hon. Stephen Harper, Prime Minster of Canada ) رالیږلی پيغام ، د کاناډا د اطلاعاتو او کلتور وزیرې میرمن بیورلی جودا (  Hon. Beverley J. Oda  ) پیغام، د آنټریو د ایالت د صدراعظم ښاغلي ډالټن مګڼتي (Hon. Dalton McGuinty ) پیغام، د ټورنټو د ښاروال ښاغلي ډیوید میلر( Mayor of Toronto David Miller)  پيغام ،د کاناډا د ملي او توکمي  د خپرونو د شورا د رئیس ښاغلي سارس پیغام،  د محترمې نسرین هوتکي  او ډاکتره مژده کاظمي  � �خوا ولوستل سوه  ، چې ټولو د کاناډا د ملي ورځې او د افغانستان د مخکښ شاعر ښاغلي عبدالباری جهاني د خدمتونو د ستاینې په مناسبت خپلې نیکې هیلې او زیاتې خوښۍ څرګندې کړې او د افغان  رسالې/ افغان پوست  دغسې عملي خدمت یې ډير ستایلی دی . په دې پیغامونو کې په رښتیا هم   «  جهاني »  نور نو جهاني سوي دی .    د پروګرام  په ب� �ه  برخه کې دغه رارسیدلې پیغامونه  هم  دافغان رسالې د مرستیال   ښاغلي ډاکټر نثار احمد صمد، محترمې نسرین  هوتکی او محترمې مژده کاظمي لخوا ولوستل سول : په سويډن کې د افغانانو د دوستي د ټولنې ښاغلي حبیب الله غمخور پیغام ، دسويدن څخه د ښاغلي ډاکټر اکرم عثمان پيغام، د امریکا څخه د ښاغلي داؤد مومند رالیږلي پيغام، په آنټریو کې د اوسیدونکو افغانانو د اتحادیې د رئیس ښاغلي � �اکټرحسین  دانشور پیغام ولوستل سو چې ددې ورځې او ښاغلي جهاني د کار او زیار د ستاینې په مناسبت رالیږل سوی وو. د غونډې په دوهمه برخه کې  احمدشاه هوتکي د څو تنو میلمنو څخه هیله وکړه چې د ستيژ  تر څنګ خپلو ټاکلو څوکيو ته تشریف وروړي چې هغه عبارت وو له : ښاغلي سید محمد اکبر سید زاده، ښاغلي عبدالباري جهاني، ښاغلي ډاکټر اکسیر او ښاغلي محمد معصوم هوتک څخه .   وروسته بیا   ښاغلي سید زاده د جهاني په ستاینه خبري وکړې او یو خوږ شعر  یې ولوست چې په ولولو سره بدرګه سو، ورپسې د هیواد مشهور نقاش او انځور ګر ښاغلي کامران احمدي چې د محترم جهاني انځور یې رسم  کړی و ښاغلي احمدشاه هوتکي ته ورکړ  ،  چې بیا ښاغلي کامران او احمدشاه هوتکي هغه انځور ښاغلي جهاني ته تقدیم کړ .  ښاغلي جهاني خپل دا تصویر په ډيره مینه قبول کړ او د  هوتکي او محترم احمدي څخه یې ډیره مننه وکړه. ددې نه وروسته د هیواد تکړه لیکوال او څیړونکي ښاغلي محمد معصوم هوتک چې د جهاني نژدې انډیوال او دوست دی، خپله وینا واوروله چې د جهاني د ادبي او فرهنګي شخصیت پرمختلفو اړخونو یې پوره ړڼا واچوله ، د غونډې لومړنۍ برخه د ماښام د لمانځه لپاره په یوه وقفه سره پای ته و رسيده. د ماښام د لمانځه تر ادا کولو وروسته د ډوډۍ خوړولو نوبت  سو چې د افغان رسالې لخوا تهیه سوې وه .   د غونډې دریمه برخه د ماخستن پر لسو بجو پیل سوه  چې  تر هرڅه مخکې ښاغلي ډاکټر اکسیر د جهاني د هرکلی � �پاره یو ډیر خوږ شعر ولوست چې په هره برخه  کي حاضرینو بدرګه کاوه ، ورپسې ښاغلي جهاني ته لومړنی نوبت ورسید چې څو مختلف او په زړه پورې  شعرونه یې د غونډې مینه والو ته واورول چې یو ساعت یې په بر کې ونیو. د جهاني هغه شعري داستان چې د نوشیروان عادل او د کابل د شیر پور د قضیې پرتله وه د حاضرینو د مسلسلو چکچکو او ستاینو سره مخامخ سو او څو ځله  هره برخه ورباندې تکراریده. بیا  ښاغلي انجینرسلطان جان  کلیوال خپل شعر د جهاني په هکله ولوست چې ډير په زړه پورې او د زیات هرکلی وروګرځید. و� �وسته ښاغلي جان محمد سرشک، ښاغلي ډاکټر حفیظ الله خوږلن ، ښاغلي محمد اصغر عبادي او په پای کې ځوان شاعر ښاغلي سعید لودین هر یوه په خپل نوبت ډیر خواږه شعرونه واورول چې ټولو محفل ته خورا تازه ګي او رنګینی وبخښله او ب� �خه والو پخپلو ولولو سره بدرګه کول.  له دې نه وروسته ښاغلي جهاني ته دوهم نوبت ورسید  چې د عمر خیام د څلوریځو منظمومې ترجمې یې داسې تقدیمولې چې لومړی به محترمه نسرین هوتکي د خیام فارسي رباعي لوستله او وروسته به ښاغلي جهاني د هغه پښتو منظمونه ژباړه اوروله. د غونډې ب� �خه والو په هر برخه کې خپلې خوښۍ څرګندولې او دابهیر په ډیر جوش او خروش سره جریان درلود.   وروسته د افغان رسالې مسوول مدیر احمدشاه هوتکي دسوغات یوه  لنګۍ او د ګلانو ګیډۍ ، چې د افغان رسالې لخوا  د تحفې په توګه تهیه سوې و .  ښاغلي جهاني ته وړاندی کړل   چې په آنټریو کې د افغانانو د اتحادیې پخوانی رئیس ښاغلي الحاج انجینیر عبدالوافي هادي  او احمدشاه هوتکي  په ګډه  ور  وتړل. بیا د ښاغلي جهاني  لخوا د میدیا کارت  چې د کاناډایي ژورنا� �یستانو لپاره دی او دې غونډې ته رالیږل سوی وو  د افغان رسالې مرستیال  ښاغلي  ډاکټر نثار احمد صمد ته  وړاندی سو  چې د ډاکټر  صمد لخوا   مننه  وسوه..   د پروګرام په پای کې د موسیقي نوبت سو چې تکړه هنرمند ښاغلي هاشم آغا ( د ټورنټو ناشناس) په خپل خواږه آواز کې څو په زړه پورې سندرې وویلې چې د حاضرینو د پرله پسې چکچکو او ولولو سره مخامخ سو.   د افغان رسالې  لخوا د هغو افغاني مراجعو ، سوداګرو، اشخاصو او نوروټولو هغو څخه ډیره مننه او کوردوانۍ وسو چې ددې پروګرام په جوړولو کې یې مرسته  او همکاری کړې وه .   غونډه د شپې پر یوه نیمه بجه پای ته و رسيده او په ورستۍ شېبه کې هغه سوغاتونه چې د افغان رسالې لخوا تهیه سوی وو ، د احمدشاه  هوتکي لخوا مشهوروهنرمندانو لکه ښاغلی استاد � �مس الدین مسرور، ښاغلي استاد شاه ولي، ښاغلي هاشم آغا، ښاغلي بابي جان، ښاغلي لالا آغا،  فلمبردار ښاغلي میرویس هوتک ، دپروګرام انانسرانو محترمه ډاکټره مژده کاظمي، محترمه نسرین جانه هوتکي، د سالون د ډیزائینر محترمه کبرا هوتکي، تکړه انځور ګر ښاغلي کامران احمدي،ته وړاندې سول  چې په کور ودانۍ سره یې مننه وسو ه . باید وویل سی  چې افغان � �سالې  په ټورنټو کې ګڼو افغاني شخصیتونو ته په دې غونډه کې  د ګډون بلنه ورکړې وه چې ټولو په خوښی او ورين تندي سره قبوله کړه او ګډون  یې پکښې وکړ خو په ټورنټو کې د افغانستان   دجنرال قونسل ځاي خالي وچې هغه په دې پرتمینه غونډه کې ګډون ونکړ او نه یې هم خپل معذرت وړاندی کړ، همدا علت دی چې ددې غونډې اکثریت برخه والو خپل خپګان او نارضایت په ډاګه ښودلی او افغاني قونسلګری  یې د یو مشخص  ګروپ نماینده وبلله  .   د افغان رسالې/ افغان پوست په نوښت   چې د هیواد دخوږ  ژبي او ملي شاعر ښاغلي عبدالباری جهاني د کار او زیار د ستاینی کومه  غونډه  په ټورنټو کې جوړه سوه نو دا � �ومړی ځل  دی چې د یو پرمختللې هیواد یعنې کاناډا صدراعظم، د کابینې وزیران ، لوړچارې، او پارلماني استازی په خپلو پیغامونو کې د هغه د ملي خدمت او رښتنی شاعرۍ یادونه او ستاینه کوی او هغه د کانا� �ا په ملي ورځ په مینه او لورینه سره ستایی. نو ځکه موږ حق لرو چې ووایو ښاغلي جهاني نور نو جهاني ابعاد  ومیندل یعنی دا چې  : جهاني  ــ جهانی سو !     2006 - Abdul Bari Jahani In Toronto   ", 3778,,"   ائتلافي ځواكونو خبري رسنيو ته ويلي چې دهيواد په سويل كې دغو ځواكونو لس طالبان وژلي خو دقيق ډول يې ځای ندی ښوولی دغه راز دغو ځواكونو ديوه ائتلافي سرتيري د وژل كيدو خبره هم كړې. دائتلافي ځواكونو له لوري دا مهال دغره زمري، په غره يرغل عمليات لا له پخوا پيل شوي او دائتلافي ځواكونو له لوري د زهر په نوم نوي عملياتو دپيل خبره هم شوې. ",ائتلافي ځواكونه دلسو طالبانو دوژلو ادعا كوي. 3779,,"   په هرات كې دوه زره كورونه ددوو پروژو دپلي كيدو له امله چې داوبو او بريښنا وزارت له لوري ترسره شوي د ١٩٠ زره امريكايي ډالرو په لګښت � �ه بريښنا څخه برخمن شوي. ",په هرات كې دوه زره كورونه له بريښنا برخمن شو. 3780,,"   اروپايي ټولنې او دملګرو ملتونو دكډوالو ادارې دافغانستان دكليو دپراختيا وزارت ته ٣ مليونه امريكايي ډالره دمرستې په ډول وركړل دغه وزارت به په ١٦ ولايتونو كې كليو ته دڅښاك داوبو درسولو او څو نورو پروژو دغه مرسته ولګوي. ",دكليو پراختيا وزارت ته ٣ مليونه ډالر وركړل شو. 3781,پوهنمل محمود نظري - لندن," له ښکلا مجلې څخهليکنه د ( پوهنمل محمود نظري ) نن بيا لکه د پسرلي نوري د جمعې ورځي د بابا صاحب د زيارت  د غره په شنه او  سمسوره لمن کي د سپېدارو، ولو، اکاسييو...  غټو غټو ونو تر سا يې ﻻندي مېله وه ،  د ښار له هرې لوري زاړه، ځوانان اوهلکان دې خوا ته رهي وه ، چي ورځ دلته په   خوشالۍ  تيره کړي.  دلته بيا د طبيعت هر بڅرکی اخته وو د خلکو د خوښۍ لپاره يې يو څه کوله : د ارغنداب د سيند د غړمبار او مستيو نه را پيدا  سوي نرۍ وږ مو د شنو باغو د شګوفې د مشکو او عنبرو  بوی د ونو ﻻندي شيندۍ اود اوبو د ډکو   لښتيو شور اوشرشربيا  د ارغنداب د سيند د غړمبار سره په ګډه يوه د سازنغمه جوړوله.د ونو پاڼي بيا له پايزېبو سره دې خوندوري نغمې ته زړه له اخلاصه  تاو را تاواو نڅيدې او خپل يويو اندام به يې ريږدوۍ او يوه يوه بهﻻ له مستۍ  نه له ښاخو جلا او بې خوده سوه او په هوا کي به نڅېده.چوغکي، بلبلان، څوڅوکۍ، چورندوکانو.... بيا غزلي او قوالۍ ورسره وي� �ې. ګڼه ګوڼه، بانډارونه، لوبي، خنداوي، ټوکي ټکالي، خوشالۍ، شور او زوږ د رنګارنګ پيتو( کسيټ) ږغونه، د � �باب نغمه او له ليري نه د شپيلۍ ږغ  بيا د اوبو د ډکو لښتيو د  شور او  د ارغنداب د سيند د غړمبار له نغمې سره په ګډه يو لوی خپور آرکيسترجوړوی.د کټوو، کبابو او تيينو بوی بيا د رنګارنګ ګلونو او شګوفو د بوی سره يو ځای دعطرونو بکس خلاصوۍ چي يوه زړه کښونکي خوشبويي يې خپروله. د ځوانانو تر مينځ خوسی، غيږي، توپ ډن� �ه، پټېډونکۍ، ځغاستي... بيا دنڅېدونکو پاڼو سره يو دستجمعي اتڼ جوړوي.رنګارنګ ګلونو بيا د ډول ډول خلکو سره چي د چا لونګۍ، د چا لنګوتې، د چا د مريو رغچيني، د چا خامکي غاړي، څوک لوڅ سر، څوک له سدرۍ او پټو سره بيا يوه م نظره جوړوله.څوک ناست، څوک وﻻړ،  يو يوازي ، يوه ډله، يو د وني ﻻندي، څوک پر کمبلي، څوک په غالۍ ،څوک پر پټو او څوک ﻻ پر مځکه ناست ،چاکتوي باندي کړي ، چا پيتو ته غوږ نيولۍ او څوک پتي کوي، چي دې ټولو بيا د منظرې � �نګونه جوړوله.نن بيا جمعه وه، بيا مېله وه، بيا مستي وه،بيا جم وجوش وو بيا بيروبار وو. د کبابو، تيينو او چايو خرڅونکو تجيرونه وهلي وه، د هغو دود او بويونه په ګډا-ګډا د خلکو سږمو ته ځان رسوی اوهغوی يې خپلي خوا ته راکشوله.په دې جم وجوش کي نا ببره سپاهيان کربين توپکونه پر اوږو په مېله ګډ سول، خلک هېښ پېښ پاته سول،  م يله يې پريښودله او د سپا هيانو پسې يې کتله چي دوی بيا څه کوي؟ او سپاهيانو  بيا د مېلې هر سړي ته ځير ځير کتل او يو يو به يېﻻ تر ﻻسه ونيوۍ او هغه لوی عسکري خېمې ته چي هلته وﻻړه وه بېوی او هلته بيا وهل  او ټکول...د څ و تنو د نيولو وروسته دوه سپاهيان يوې ډلي ته چي د درختي ﻻندي ناست او د شنو چايو پيالې ورته پرتې او د اغاګي پيتې ته يې غوږ نيولۍ وو ودريده يوه ته يې چي اوږده شمله يې وه اشاره وکړه:را وﻻړ سه ځوانه کومندان صيب دي غواړي!هغه ځوان هم بېله دې چې څه ووايي وﻻړ سو، يو سپاهي تر مخ او بل تر شا د لويي خېمې خوا ته کوږ کوږ رهي سو.هلکانو لوبي پريښودې او خېمې خوا ته يې رش يووړ او هڅه يې کوله پوه سي څه خبره ده. خو سپاهيانو هغوی په لښتو له خېمې نه ليري کوله.(نايب الحکومه غنی خان د امنيې کومندان ماد اکبر خان ته امر کړی وو چي د بابا صاحب په ﻻ� �ه کي څو لوچګانو خلک په عذاب کړي: د يوه نه يې په زوره هيندواڼه اخيستې ده او له يو بل نه يې په زوره له پښو چوټي ايستلي دي.... نو ژر دا لوچګان پيدا کی!د امنيې کومندان بيا د جنايي امر لومړي څارن اسلم ته دنده ورکړې وه چي بابا صاحب ته وﻻړ سي ، نو هغه دلته خېمه وهلې وه او د اوږدو شملو واﻻپسي ګرځېدله).جنايي امر اسلم په عسکري خېمه کي پر چوکۍ ناست او لښتي يې په لښتي کي ايښي وې او هره لو شمله واﻻ يې بې پوښتني را چپه کوﺉ او لښتي به يې و� �ته ونيولې، ځينو به د دوو- درو لښتو وروسته په زاريو او ژړا سوه، د هغه د ژړا سره سم به امر جنايي په چاقو د هغه شمله ور پرې او لنډه کړه، وار چي د دې ځوان سو هغه خپله سدرۍ وايستله پوړ مخي پريوت، امر جنايي بېله پوښتني وهل � �روع کړه، د لس – دولسو لښتو وروسته يې هغه ځوان ته وويل:اقرار وکه!ځوان چوپه خوله وو او هيڅ يې و نه ويل،ام ر جنايي ﻻ په غوسه سو او هغه ته يې وويل:که ما په تا اقرار و نه کۍ زه خپل نوم اړوم!او بيا يې لښتي ورته بندي کړېامر جنايي د څو لښتو وروسته بياپه غوسه ورته وويل:اقرار وکه چې دا کارونه تا کړي!ځوان اوږې پورته او � �ونډان ورته بوڅ کړل.امر جنايي بيا لښتي ور ته ونيولې.... ستړی سو ، سا يې ونيوله او بيا يې هغه ته ووي� �:اقرار وکه! نور دي نه وهمهغه په ځواب کي يوازي خپلي اوږې تر غوزو پوري يووړې ﻻندي شونډه يې رامخته کړه او سر يې ورو وښوراوهامر جنايې بيا لښتي ورته ونيولې، يوه لښته د ځوان په پلستر سوي ﻻس ولګيده او وينو پلستر  ته سوررنګ ورکړ، ځوان وه پلستر ته وکتل د ځان سره يې وويل: کوتنه واﻻ! او په چورت کي وﻻړ:( دی د ګرشک په هډه کي د يو سماوار په تخت  ناست وو او چاي يې کولې يو ځوان چي پتلون يې اغوستۍ وو هلته د ده مخي ته تو کړه. دی ور وﻻړسو هغه ته يې وويل:ماخستن ميا صاحب زياته بزاتره! هغه هم ورته وويل: سمه ده زياته که پوهېږې!ده ټوله � �په په ميا صاحب کي ورته تيره کړه خو پتلون واﻻ رانغی، نو ده هلته له ډيره خښمه ځان خپله په چاړه وواههنو د هغه راهيسي يې پتلون واﻻ ته څه نه ويل ،که به هغه ښکنځل هم ورته وکړه پر ده بد نه لګيده نو په موسکا به يې له ځانه سره وويل: کوتنه واﻻ دی او په زوره به يې هغه ته وويل: زه  له کوتنه والو سره جنګ نه کوم!)امر جنايي په وهلو ستړی سو په چورت کي وو چي د ده سره څه وکړي؟!په دې وخت کي د جيپ موټر د دريدو ږغ سو ټول سپاهيان يو ه ليکه ورته ودرېدله، موټروان له موټره تا سو او دروازه يې خلاصه کړه، محمد اکبر خان کومندان له موټره تا سو، اسلم امر جنايي په چټکۍ يو ګام ور مخی ته سو پښې يې سره وواهلې او راسته ﻻس يې تندي ته يووړ او يو څه يې ورته وويل اوبيا دواړه د مېلې خوا ته رهي سوه. اکبر خان مخي او امر جنايي ورپسې سو، اکبر خان کومندان څه ويل او جنايي امر صيب صيب   ورته کوله،محمد اکبر خان کومندان  دوري هوري وګرځيد او بيا د خېمې خوا ته راغی او په خېمه ننوت ، پر چوکۍ کښيناست، خو سترګې يې پر هغه چهارشانه ځوان چي شا يې په ډېرو وهلو تکه شنه سوې وه پوړ مخي پروت او د ماتو لښتو کوټه ورته پراته وه ولګېدې په اريانۍ يې سر وښوراوه وروﻻړسو د هغه خوا ته ورغی هغه يې پر شا وټکوی او ورته يې وويل:وﻻړ سه نامي!ځوان هم وﻻړ سو خپله لمن يې کښته کړه.محمد اکبر خان کومندان مخ د امر جنايي خوا ته کړ او ويې وويل:دی نه پېژنې؟ دا پايلوچ کپه نظر ماد دی، هره ورځ کومنداني ته د امضا لپاره راځي( اکبر خان ټول پايلوچانو ته حاضري اچولې وه هغوی هره ورځ راتلل او مهر يې لګوی) ټولو سپاهيانو او امر جنايي هغه په غټو غټو ستر ګو سر تر پايه  تر نظر تیر کړ:په قد ګردی اوچهار شانه ځوان وو، غټو غټو تورو سترګو او تاوتاو پنډو برېتو يې مخ ته يو خاص درونوالۍ او مېړانه ورکړې وه، د اوږده د لس- پنځلس ميتره ټوکر نه جوړ سوی چوڼ چوڼ پ� �توګ نه يې د پښو بجلکي ښکارېدې. ترخيصي اوږد کميس يې وو او غټه لنګوټه يې چي  په مخ يې لکه سايبان سايه کړې وه پر سر وه او تر ملا يې خردوم تړلۍ وو.کومندان اکبر خان کپه ته وويل:تا ولي امر جنايي ته ونه ويل چي ته نظر م اد يې؟کپه وټوخل، پزه يې کش کړه ، موسکا يې پر شونډو خپره سوه، امر جنايي يې سر تر پايه تر سترګو تېر کړ او په خاص غرور يې وويل:ما يې شوق نه ورماتوی هغه ويل که مي اقرار درباندي و نه کۍ  زه خپل نوم اړوم او کټ کټ يې وخندل اکبر خان ورته وويل:ځه نامي رخصت يې!کپه خپله سدرۍ واغوستله، پټو يې له يوه کونجه ونيوی او کش يې کۍ او چې د پټو کونج يې تر اوږې ورسيدۍ نو کوږ کوږ رهي سواکبر خان و امر جنايي ته ورو وويل:د کندهاريانو سره په خبرو کي پام کوه!اسلم  امر جنايي خپل د غوږو شا وګروله او له شرمه يې سترګې پر مځکه وګنډلې پر تندي يې د خولو ليکه راښکاره سوه کپه په ﻻره کي ودريد شا ته يې وکتل سر يې وښوراوه له ځانه سره يې ورو وويل: کوتنه واﻻ  او ورو ورو د باڼدار ځای ته رهي سوسبا ته امر جنايي ځان له کندهاره تبديل کړ. سهار د سپېدې چاودو مهال چي ﻻ د ﻻس ګوتي سمي نه مالومېدې په سماوار کي يوه ځړېدلې کڅوڼه وښورېده او د يوه کرک ږغ پورته سو:م يو ميو ټک پرک. ميو ميو ټک پرک ...د دې ږغ سره نوري ګڅوڼې هم په ښوريدو سوې:ميو ميو ټک پرک .ميو ميو ټک پرک ..ږ غونه راپورته سوه دا ږغونه د سوال او ځواب ډول کاوه، يوه به سوال کاوه څو به  ځواب ورکاوه يا څو به سوال کاوه يو به ځواب ورکاوه دې نارو د سهار چوپتيا ماتوله او زړونه يې خوشاله وله او  تيز ګامه ﻻروي به يې لږ ټکني کړه. د ناني کاکودسماوار مخي ته پيروی واﻻ  د ډکو سطلو اوکاشينو ، ﻻسي ترازو څو کاڼو او ماتو خښتو سره ناست وه. د سماوار شاګرد په جارو او د مساپرو د بسترو په ټولولو اخته وو، يوه په ګډوه اودس تازه کاوه ، دوه بيا په داسې حال کي چي په پټو يې ﻻسونه او مخونه وچوله په تلوار د ماجد خوا ته رهي وه. د يوې ريکشا ږغ چې مساپر يې د بسو هډې ته رسوله له ليري اوريده کيده او چوپتيا يې نوره هم خرابوله. په مېوو او ترکاريو بار د بوداګانو د غاړي د زنګولو ږغونه ښار ته وار په وار را نژدې کېدله.ټپين ستار پر خره سپور د ايخ ايخ په ويلوسره راورسيد ،له خره تا سو بيله دې چي د پېروي بيه وپوښتي د پېروي ډک سطلونه يې په خپل سطل کي چپه کړل او ويي ويل:څو سوې؟پېروي واﻻ په ګوتو شمېرل پيل کړه: دوه سوه....ټپين ستار بيله دې چې د هغه خبرو ته معطله سې د هغه په لمن کې يې ښه ډيري پيسې و� �واچولې. پيروي واﻻټپين ستار  ته په اريانۍ سره وکتل او له ځانه سره يې په خوشالۍ په پوټه خوله وخندلهټپين ستار له څنګ ډوډۍ خرڅونکي  نه څو تودې ډوډۍ چې پر ميخو ځړيدې رانيولې بيرته پر خره سپور او د ايخ ايخ په ويلو په تلوار د باغ په لور رهي سو.هلته په باغ کي توره چايجوشه د ده په انتظار ايشېده.(برايي شپه دلته په ميرزا م اد خان کلا چې د اغا جان په باغ کي بيا د پايلوچانو بانډار و د باغ د مېوو د خرې( ټولولو) په ځای کي کمبلي اواري وې د اليکينو  ړنا ته يوه ډله ناسته وه او يوه - يوه  به په وار د چلم د سر خانې سکروټه تازه کوله او ورسره نک� �ونه هم شروع وه.شپه کرار- کرار پخېدله، سپوږمۍبه د تورو اوريځو شا ته يو وار نيامه او بيا به ښکاره سوه،د نغري دود د باغ فضا ډکه کړې وه. د مادرزوميانو او پېريانو کيسې وې د شپې په پخيدو سره بيا دا کيسې ﻻ توديدې. داود ويل زه يوه شپه ناوخته پر آس له ماله جاته سرپوزې ته رهي وم په لاره کي مي يو وری وليدي چي بع بع يې وه ما له ځانه سره وويل:دا به د چا له کوره راوتلۍ وي  ګيدړي به يې مړ کړی، نو ورتا سوم هغه هم په دې نيت چې سبا به د هغه د مالک پوښته کوم، وری مي تر شا پر آس وتړۍ او رهي سوم دوه باغ ﻻ نه وم تير سوی چي د آس ستمی او زګيروی مي تر غوږو سو، ښه هغه ته ځير سوم، هغه سا په اوږو شړله او نفسک يې واهه غوږونه يې ځړيدله، کرار کرار لکه په خټه کي چي خيژي تۍ ﻻس مي په غاړه ورتير کۍ په خولو کي لوند خيشت وو، زه اريان سوم چي دا ولي؟ خو د کوم شي د کشېدو ږغ زما دا ا� �ياني نوره هم زياته کړه، ديخوا هاخوامي  په وارختايي وکتل ، يو شی راپسې څکېدی.  چي وري ته مي وکتل د هغه پښې اوږدې سوي وې او پر مځکه راپسې څکېدې ،د بدن ويښتان مي جګ- جګ ودرېدله، ﻻسونه او پښې مي سوست سول او زړه مي ډوب سو، ﻻره رانه ورکه سوه، نو سترګي مي پټي کړې او بسم الله مي کړه او په دواړو ﻻسو مي وری له آس نه ﻻندي وغورځوۍ، آس وششنېدی د مخ پښې يې پورته او ټوپ( خيز) يې وواهه او په ځغاسته سو . ما سترګي خلاصي کړې کلمه مي وويل بيا مي تر � �ا نه دي کتلي ، خوشاله سوم خود نوشجان  له ويالې  لږ تير سوم چې د يو باغ له مورۍ نه بيا د يوه وری بع بع  سوه آس ودريد او شا ته يې زور واهه په ډيرو واهلو مي هغه د مورۍ له مخي تېر کړ، له شا نه چا  زما نوم په پوس پوسي ياداوه: داوده!، داوده! او داوده!...د بانډار ناست کسان چي تر اوسه يې په غټو- غټو سترګو او خلاصه خوله غوږ غوږ وه په ښورېدو سوه ، يو يو به ﻻ د باد رېزه مېوو په رالوېدوسره د مخ بڼه والوته ، جټکه به يې وخوړله او ورو به يې له سترګو له کونجو بغلو او شا ته  وکتل او  د پښو د ستړيا په پلمه به لږ نور را مخته سو. کپه نظر په دوو ګوتو ناست ځنګونونه يې پورته درولي وه او د اوږد کميس لمن يې پر راکش کړې وه او ﻻسونه يې پر ځنګونونو را څر خولي وه، توره غټه لنګوټه يې تړلې وه چوپ او بې حرکته  ناست وو او غوږ يې نيولۍ وو.داود زياته کړه: ويښتان مي پر بدن جګ- جګ ودرېدله، له هره باغه چي تېرېدم  په پوس پوسي او خندا يې وويل: چش - چش داوده... لږ چي نور وﻻړم بيا د يوه وري بع بع سوه آس ودرېدۍ ،وهلو فايده نه کوله، هغه همداسي شا ته زورنه واهله او پر شا تی ، زه له آسه تا سوم په پټو مي د هغه سترګي او غوزونه وتړله د کيزې مي ونيوۍ او د موری مي تير کۍ او په چټکو چټکو ګامو له باغو نه ووتم د آس سترګي مي ور خلاصي کړې ، پر سپور سوم او هغه هم په ځغاسته سو.بوچ ک� �يم وويل : هغه بله جومه شپه په بانډار کي شوړ سليم مخ انډوالانو ته کۍ اوويي ويل هر چا که همدا اوس چي نيمه شپه وه وﻻړۍ او ميخ تويله يې د مومن خان په قبر وه ټکواهله زه سبا  دې ټولو انډيوالانو ته تر مړيدو پوري د اجي( ح اجی) احدد پالودې مېله ورکومه!ژړ ولي وﻻړسو او ويل يې زه ځم زياته بزاتره!بيا يې له باغ له مينځه يوه مېخ تويله راويستله پټو يې کش او له باغه ووت، د مومن خان غونډۍ نژدې ده، خو ژر ولي بيا له شپې را نغلۍ سهار مو دوه تنه واستول چي ورسي حال مالوم کي، هغو وليدله چي ژړ ولي ميخ تويله پر خپله لمن ټک واهلی وه او د وﻻړيدو په وخت کې يې زاره چاودلې وه او مړ پروت وو.چوک بصير ،پک زمری او چټک سيدو په خندا سول او له خندا يې ځانونه مړه کړل. م حمد ي هغو ته وکتل او ويې ويل ډير مه خاندﺉ که رښتيا ناميان ياست بيا راځۍ يو شرط وکوو: بيا يې د رانجو کڅوڼه او سلايي پر کمبله واچوله او ورسره يې وويل:که هر يوه د غره په شامۍ( پخوا به يې په هديره کي دقبرو په ځای يوه � �ويه زير خانه جوره کړه او هلته به يې مړي څنګ تر څنګ  پريستله  چي دا زير خانه به ډکه سوه نو د زير خانې د� �وازه به يې وربنده کړه) د ټولو مړو سترګي توري کړې هغه نامي دی.يو ګړی چوپه چوپتيا سوه او ټوله په سوچونوکي � �وب سوه، چا مځکې ته کتله، چاپه ګوتو لوبي کولې چا ﻻ خپل څټ ګروﺉ...محمدي زياته کړه: آ وه  نو زور غواړي زياته! د مړو د سترګو تورول د ښامار زړه غواړي، هر چا که دا کار وکۍ زه هغه ته خپله خور ورکوم او که يې ونه کۍ خپ� �ه خور به را کوي!هيچا څه و نه ويل، سرونه ځړيدل او سترګې په مځکي ګنډل سوي وې، مشکل کار وو او دروند شرط، د و� �ځي چا جورت نه سواي کوﻻی شامۍ  ته يوازي ننوزي دا خو  ﻻ نيمه شپه وه....چا سر نه خلاصوه او سرونه کښته ځړيده .محمدي بيا دا وړاندیږ تکرار کۍ هر چا که دا کار وکۍ زه هغه ته خپله خور ورکوم او که يې ونه کۍ خپله خور به را کوي! او زياته يې کړه :لکه چی کوم نامي نسته؟!کپه سر راپورته کۍ او محمدي ته وويل: ولي کندهار بې ناميانو دی زويه زياته بزاتره ، زه ځم را که هغه د مور د... سلايي دي، له ځايه وﻻړ سوخپل پټو يې وڅنډۍ هغه يې له يوې څ نډي ونيوۍ او کش يې کۍ او چي د پټو څنډه يې تر اوږې ورسيدله نو کوږ- کوږ يو بغله رهي سو. محمدي خپل ورور ستار ته سترګه ټينګه کړه او هغه هم د کپه په ډاډ وﻻړ سو. کپه نظرد باغونو په تنګو او کږو وږو کوڅو کي د شامۍ خواته � �هي سو د لنډو ﻻرو پسې ګرځېدۍ د باغ له مورۍ نه لکه مار  وتۍ او له نخرو نه لکه غرڅه  اوښتۍ له کوشنۍويالو نه غورځيدۍ او له غټو ويالونه د لرګونه په جوړ سوو پلونو او تيرونو تېرېدۍ او له يوه نه بل باغ ته لکه تارو الوتۍ . سپوږمۍ د اوريځو شا ته پوټه وه ، نری باد چلېدۍ له کنډوالو نه د بومانو آوازونه  په باغو کۍ ازانګې کولې، او د چنګوشو قور - قور نارې اوريدل کېدې،  له غټي هديرې نه د تېريدو په مهال يې  يوه يوه ګيږکه لېدله چې ځغلي ،  دده په ليدو به سنجابونه له يوه ښاخه بل ته په ګغ - ګغ سره ټوپونه کړله. کپه سيده رهي وو دېخوا هاخوا يې نه کتله او هله- هله ځان يې د شامۍ خولې ته  ورسوۍسا يې ونيوله، يوه پټه ﻻندي ورتا سو کرار يې د شامۍ کوشنۍ دروازه پو� �ي واهل د دروازې د خلاصيدو د زګيروي ږغ او غونجا لکه له خوبه چې راکښينستلې وي پورته سوه تا به ويل چي مړي ته څه وايي او خبر ورکوي. کپه د سدرۍ له جېبه د اورلګيت کوتۍ راويستله يوه خاشه يې ولګوله د هغه په ړنا کي يې  ديخوا هاخوا وکتله بله او بله خاشه يې ولګوله کښېناست په مځکه يې ﻻس وټپوۍ او يو شی يې په ﻻس ورغۍ بله خاشه يې و� �ګوله او شيتان څراغ يې ولګاوه، هغه يې په ﻻس کي ونيوۍ او د زير خانې و اخير ته وﻻړۍ، هلته يې د يوه مړي څنګ ته ګونډې ووهلې. هلته ډير بد تيز او توند بوی وو، د زير خانې د زېم، د مړو، د کاپورو او مړو مږو بوی انسان خپه کاوه  ، کپه پزه په شمله وتړله او د لومړي مړي کفن يې خلاص کۍ سترګي يې ورکش او په سلايي  ورتوري کړې د هغه کفن يې بيرته وتړۍ او يو بغل ته يې کۍ بيا دوېم ته کښېناست همداسي درېم او څلورم ته  په دې وخت کي اووم مړۍ وښو� �يدۍ سر يې راپورته کۍ او په زګيروي يې کپه ته وويل:ژر کوه زما سترګې را توري که!کپه بيله دې چې مخ ورواړوي او هغه ته وګوري هغه يې يوه ټينګه چپلاخه وواهه او ورته يې وويل:وده چي وار دي راسي! هغه مړی هم ټوپ کړل او له شامۍ ووت او د هغه په غورځېدو سره شيتان چراغ هم مړ سو. کپه بيا خاشه ولګوله او شيتان چراغ يې ولګاوه او د نو� �و مړو سترګي يې په وار سره ورتوري کړې. شيتان چراغ يې پوه کړ او له شامۍ نه راووت او بيرته د باغو په خوا رهي سو او چي باغ ته ورسيدۍ محمدي د خپل خور تار او ستن مخي ته ورته کښيښوله. کپه ورته وويل:ستا خور په دين او دنيا زما خور ده، پر ځای يې موږ ته د نن سهار د پيروي مېله راکه! نو هغه وو محمدي خپل ورور ستار ته اشاره وکړه او هغه  چې د مخ يوه خوا يې سره وه د پيروي پسې  له باغه ووت. کپه لکه تل غټه لنګوټه چي پر � �مر سوځلي مخ يې سايه اچولې وه په سر، خردوم تر ملا،  پر آس سپور او دوه پاپيانو يې د آس پسې ځغستله د مهر لګولو په خاطر د کومنداني خو ا ته رهي وو، خلکو په پوټه يو بل ته ښودۍ: هغه دی کپه نظر! کوم يو؟ هغه پر آس سپور يادوم.د وﻻيت  و مخي ته ډير خلک را ټول وه او هره خوا ته سپاهيان د خپلو پنځه ټکه توپکانو سره وﻻړ او د ديوالو له سره يې د وﻻيت دننه نښان نيولی وو ،پر بامو هم سپاهيان پراته او د توپک ميلونه يې د وﻻيت خوا ته نيولي وه، کپه له ځانه سره وويل: بيا څه خبره ده؟د کپه په رانژدې کېدو سره خلک سره ليري سوله او ﻻره يې ورکړه، يو سپاهي د کپه خوا ته ورغۍ هغه ته يې عسکري سلام  وکۍ او په ادب يې ورته وويل: صيب کومندان صيب دي غواړي! کپه په برېتو کي وخندله او له آسه تا سو، د آس کيزه يې و  سپاهي ته     ورکړه او د کومندان خوا ته چي د ډيرو نورو صاحبمنصبانو او درو توريستانو په مينځ کي په چورت کي  وﻻړ وو  ورنژدې سو ، د تو� �يستانو په مينځ کي يوه ښځه هم وه کپه د هغې په ليدو تر شا سو او سترګي يې کښته واچولې او ويې ويل:سلام صيب! کومندان له روغبړ وروسته ورته وويل:د دې توريستانو يو پرانګ چي له هلمند نه يې راوستلۍ وواو غوښتل يې هغه جرمني ته يوسي، خو دلته له قفسه وتښتېد او وﻻيت  انګړته ننوت، د دې لپاره چې هغه خلک و نه داړي موږ غواړو هغه وولو. خو دا توريستان زارﺉ کوي چي هغه مه وژنۍ هغه ژوندی ونيسۍ، نو ونيسه نامي که دي ورته ونيوۍ!کپه بېله دې چي څه ووايي د وﻻيت له ديواله ورپورته سو او د وﻻيت انګړ ته دننه وروغورځيد،دباندي درختو په ښاخو ناست او ځړېدلي هلکانو،يو د بل په اوږو سپاره او په لوړو دېوالو او بامو ناستو خلکو، په سړک ، په ﻻريو  او سرويسو اوپه ليړيو وﻻړو سيل بينو، سا نيولې وه چي څه کيږي. د آرګ د سړک په دواړو غاړو ناستو خرڅونکونارې وې:د شور اندام پټاټې درواخلۍ، تازه تربوچه، نيم ګزی درواخلۍ زړه په يخ کۍ. د بابا حلوا وخوری، يخي -  يخي شولمبې د زړه زنګ مو ليري کوي، تور بانجڼ...ږغونه کرار - کرار لږېدل  او خلک د وﻻيت خوا ته رش راوړی ان د چارسو، ښکاپور ، هرات او کابل بازارونه خلک په چټک ګامو د وﻻيت خوا ته را مات او هلته به په سا نيولي ټوګه غوږ - غوږ سوه.کپه د وﻻيت په غولي کي سترګي ديخوا آخوا  په احتياط  لغړولې، موچڼي يې د ديوال يو کونج ته کښېښولې، سدرۍ يې وايستله هغه يې کرار کت کړه او د موچڼو پر سر يې کښيښوله  همداسي يې خردوم  له ملا نه خلاص کۍ او د سدرۍ ﻻندي يې کښيښوی، او په کرار يې لسټونی راونغښتله، پټو يې په ﻻسو کي ونيوۍ او څو ګامه مخی ته وﻻړ، بيا يې سترګي ولغړولې خو پړانګ يې تر سترګو نه سو نود حوض تر څنګ درختو خوا ته کړوپ  - کړوپ او کرار کرار  ورغۍ، يو ناچاپه يې پام سو چي پړانګ د توت په  درخته کي و بريد ته چمتو وﻻړ دی. ده هم بې له ځنډه خپل پټو په ﻻس کي ورته وښوروۍ او د سترګو په رپ کي پرانګ په ده باندي ټوپ کړ او دواړه لکه  دوه پهلوانان سره  غيز په غيز سول اوح ملې يې سوې ، له مځکي خاوري او دوړي هوا ته پورته سوېهغه چا چي دوي يې لېدله سا يې په سينه کي بنده کړې وه او په ړدو  - ړدو سترګو ګوته په خوله يې ورته کتله، او يوه -  يوه به ﻻندي خلکو ته  د مسابقې ګزارش و� �کاوه:کپه پورته دي . هغه دي، هغه دي، پړانګ پورته سو. آ آ ...خلکو د انسان او پړانګ پهلواني په نکلو کي او� �ېدلې وه خو اوس يې په خپلو سترګو لېدله نو سا يې په کوګل کي ايساره کړي وه او پهلواني يې څارله. يو وار به يو کښته سو بيا به بل ، د پړانګ غوړمبی وو ځينو له وېري سترګي پوټي کړي وې او د چا چا ﻻ شونډان ښورېده.پړانګ به چي پو� �ته سو نو وبه غوړمبيد او کپه به چي پورته سو د زويه زويه نارې به سوې. د پهلواني ميدان وو يوه هم نه غوښتله م ات سي ، د هر يوه د ماتېدو سره هغه له مينځه تلۍ، د خاورو خاکه کېدۍ ،نو ځکه زور وهل، اوښتل رااوښتل، غوړمبۍ ، نارې او دوړي وې...لس – دولس دقيقې وسوې چي کپه ﻻندي او پړانک يې پر سرپروت او غوړمبی يې وو خوله يې په وينو لړلې او مونګاچي يې اچولې، دوه – درو سپين ږيري پټو سترګو ته ونيوۍ او له بامه تا سول، توريستانو چي سا يې په کوګل کي بنده کړي وه په سترګو کي يې اوښکي لغړيدي نو کومندان ته يې وويل:تاسو کوﻻي سۍ په پړانګ ټکان وکۍ!کومندان هم امر وکړ چي ټول سپاهيان دي مرمۍ تيري او نښان دي ونيسي، سپاهيانو هم مرمۍ توپکو ته ورتيري کړې او له هري خوا يې نشان ونيوۍ. خو پهلوانانو ښه ټينګ سره نيولۍوه.  خلک نور نامينده سوه خو يو ګړی وروسته د کپه د زويه زويه ږغ پورته سو او پر پړانګ راواوښت، د خلکو په سترګو کي له خوشالۍ نه اوښګي ولغړيدې او د ځينو ﻻ بې اختياره اوښکي توی سوې. دواړو  زورونه  واهله کپه همداسې پر پړانګ پروت وو او د هغه پښې او ﻻسونه يې ټينګ نيولي وه، او ک� �ار کرار د پړانګ غوړمبی او زورواهنه سوست او ارام سول ،  پړانګ اوږد اوږد وغزېد ، کپه له پړانګه پورته سو ، داسي بريښيده چي پړانګ تسليم سوی وي ،پړانګ د کپه له پښې نه خپله داړه ويستله او سر يې کښته وځراوه او لکه اوزګړی  پورته سو، ځان يې وڅنډۍ او د کپه مخي ته په ادب ودريدۍ، د کپه په شونډو موسکا خپره سوه،  خپل  څ يري څيري پټو يې د پړانګ په غاړه کي ورواچوۍ اود لونګۍ نه يې يوه ټوټه پرې اوخپله پښه يې پر  وتړله ، پړانګ يې په شا وټکاوه او ورته يې وويل: درځه زويه زياته به زياتره!پړانګ د کپه اغېزناکو سترګو ته په مړو سترګو وکتل او ورسره رهي سو، خلکو په هېښتيا سره يو بل ته کتل، يو وار بيا د واه واه د نامي زو نارې او د خوشالۍ چيغې پورته سوې او دې چيغو ټوله فضا ډکه کړه، ځينو ﻻ ژړل او له سترګو يې اوښکي بهېدي او چا چا ﻻ خپل پټوان پورته پورته غورځوله. کومندان اکبر خان په کالو کي نه ځايده، ،د وﻻيت دروازه خلاصه سوه، کپه د پړانګ په غاړه کي لکه دق� �بالي پسه پټو اچولې او ارام -ارام او کوږ -کوږ د باندي را ووت. سپاهيانو خلک پوري وهل او ﻻر يې ورته خلاصوله، کپه پړانګ د هغه  موټر شا ته چي قفس په کښې پروت وو پورته کړ او خپل قفس  ته يې دننه کړ او د قفس دروازه يې په هغه زنځير چي هلته پروت وو وتړله، پړانګ د تعظيم لپاره سر په مځکه ورته کښېښوۍ، کپه له موټر له شا نه تا سو دده � �ه تا کېدو سره سم يو وار بيا د خوښۍ نارې پورته سوې:واه واه د نامي زو، د مور شيدې... او ورسره د شور اندام پټاټې درواخلۍ، تازه تربوچه، نيم ګزی درواخلۍ زړه په يخ کۍ. د بابا حلوا وخوری، يخي يخي شولمبې  ...ږغونه پو� �ته سول خو ځيني خلک ﻻ وﻻړ وه او د وﻻيت خوا ته يې په حيرانۍ سره کتله.توريستانو له ډيري خوشالۍ خندله، اکبر خان کومندان دوې لونګۍ او يو پټو کپه ته  ورکړه، کپه په خپل ډول لونګۍ وتړله، يو سپاهي د هغه سدرۍ، خردوم او موچڼي ورته راوړې کپه سدرۍ واغوستل، موچڼي يې په پښو او خردوم يې تر ملا وتړۍ يو توريست له جېبه د لوټو يوه بنچه راويستله او کپه  ته يې ونيوله، کپه بيه دي چي و هغه ښځي توريستي ته چي له خوشالۍ يې غوښتل کپه په غيز کي ونيسي وګوري،هغه توريست ته وويل: دا د دي سيا سري پوړنۍ دی .. کپه د خپل آس خوا ته رهي او په سپور سواکبر خان کومندان ورباندي ږغ کړل: وايه څه غواړې نامي؟!!کپه د هغه خوا ته مخ ورواړوۍ دغوږ شا يې وګ� �وله او ويې ويل:دا ازيري( حاضري) مازيري دي درګرځوه! او د ښکارپور دروازې خوا ته يې آس چو کړد تو� �يستانو سترګو تر هغه چي دی تر سترګو نيامېده هغه بدرګه کاوه.دا کيسه لمړﺉ ځل په ښکلا مجله او بیا په بېنوا ويبپاڼه کي خپره سوې ده  ( پای )   ",پايلوچ کپه نظر ماد 3782,"مح مدحسن حقيار"," محمدحسن حقيار-  دوشنبه د ١٣٨٥ لم� �يز کال د چنګاښ ١٩دهېواد روان سياسي او امنيتي حالات ښيي چې له بده مرغه دلته امنيتي وضعه دهرې ورځې په تېرېد� �و سره مخ پر خرابېدو ده، دجګړو لمن لا پراخېږي، هره ورځ د افغانانو وينې تويېږي او هېلې يې په نهيلۍ بدلېږي . دسپتمبر ديوولسمې له پېښو وروسته چې دنړيوالو پام يو ځل بيا افغانستان ته راواوښت او نړۍ هېر کړى او په سرو لم بو کې  پروت هېواد مويو ځل بيا نړېوالو  ته ورپه ياد او بيا دشاوخوا ديرش زرو نړېوالو سوله ساتو ځواکونو نابللومېلمنو کوربه شو نو دجګړو اونيستۍ ځپليو، درپه درو افغانانو په رنګ کې يو څه  سرخي پيدا او په  وچو � �ګونو کې يې داميد وينه وځغلېده . سلګونه زره مهاجر هېوادوال بېرته خپل کور او ټاټوبي ته راغلل،دولت او خلکو دبيارغاونې څه ناڅه کارونه پيل کړل او دا هيله پيدا شوه چې که خير وو   شتمن امريکايي ، اروپايي او اسيايي هېوادونه به زموږ دکنډوکپر هېواد په بيارغاونه او آبادۍ کې ډېره  مرسته وکړي  . که څه هم   متح ده ايالاتو، برطانيې ، جرمني  جاپان ، هند،ځينو  اسلامي او ګاونډيو  هېوادونو  تر يوه حده مرستې وکړې خو  يو دا چې دامرستې ډېرې کمې وې بل داچې  پر ځاى هم  ونه لګول شوې  . همدا راز دبيارغاونې دکارونو، ادا� �ي اصلاحاتو  نشتوالي او درشوت او اختلاس دډېرښت ترڅنګ ځينې نور فاکتونه هم شته چې د ملت او دولت او دافغانانو او دلته دميشتو سوله ساتو په نوم راغليو بهرنيو ځواکونو ترمنځ فاصلې راپيدا کوي خو تر ټولو  مهم فکتور چې ولس له دولت او دلته راغليو بهرنيو ځواکونو څخه   خفه او لېرې کوي  هغه دنظامي عملياتو پر وخت  د بې ګناه ملکي خلکو وژنه او دافغانانو ددود او دستور پر خلاف دهغوى  دکورونو پر حريم بې اجازې ورختل  او دښځينه و تالاشي کول دي  او له بده مرغه چې دا په تېرو څلورو کلونو کې څووم ځل دى چې امريکايي ځواکونه بې ګناه افغانان په نښه کوي ، په کورونو يې ورخېژي ، دروازې يې ورته ماتوي،  له ملي پوليسو او ملي اردوپرته  يې  کورونه ان دښځينه و بکسونه او جامې هم تالاشي کوي .دادپښتنو خوى دى چې سر ورکول مني خودا نشي زغملى چې څوک دې دهغوى نام وس ته لاس وروړل خو پرېږده  ان دهغې دتن جامې ته وهم ګوري .  خو نن  له بده مرغه...  داسمه ده چې دولت او ائتلافي  ځواکونه به ځان مجبور بولي چې په هر ډول وي  خپل مخالفين  وځپي خو دا ځپل بايد داسې نه وي  چې دافغانانو دعزت او ناموس په بيه ترسره شي.   په دې اړه بايد هم  ددې نظام او دولت مخالفين او هم يې م� �ابله خوا ډېر کوښښ وکړي چې لومړى خو جګړه ونکړي ځکه چې  جګړه له تباهۍپرته بله ډالۍ نلري او که يې حتمي بولي نوهڅه دې وکړي چې د غشي هدف يې يواځې  نظاميان وي.داهم جوته خبره ده چې ائتلافي او امريکايي ځواکونه ډېر عم� �يات  دلاس ته ورغليوراپورونو پر بنسټ کوي خو دوى بايد پوه شي چې ددوى لاس ته ورغلي ټول راپورونه سيي او  دقيق نه دي، دلته افغانان په ځانګړي ډول پښتانه قومونه ډېر خپلمنځي اختلافات او دښمنۍ لري او داسې ډېر شوي چې د� �خصي دښمنيو او کورنيو اختلافاتو له امله ځينو خلکو امريکايي او يا ائتلافي ځواکونو ته يو څوک يا کوم کلى، ال� �اعده او يا طالب معرفي کړى وي او دوى هم بې له دې چې ريښتوني او سمه پلټنه وکړي همداخلک او يا دا کلى په نښه کړى، بمبارد يې پرې  کړى ، وژلي او سوځولي يې دي خو وروسته جوته شوې ده چې دا هر څه دروغ دي ، ښايي دکندهار دپنجوايي ولسوالۍ په عظيم  او تلوکانو کلي وروستى بمبارد او دلسګونو بې ګناه کوچنيانو، ښځو او سپين ږيرو وژل هم هم داسې  کوم لامل ولري. که څه هم دولت او امريکايي ځواکونه خپل دا کار داسې توجيه کوي چې ګويا په دې کلي کې طا� �بان پټ شوي وو خو دا توجيه ځکه معقوله نده  چې په يوځاى کې  دطالبانو دپټېدلو په ګومان  ، له سلو زيات بې ګناه کليوال ،ښځې او ماشومان وژل او دوير په ټغر دلسګونو کورنيو کېنول لوى ظلم او ستم  دى .دا کار که له يوې خوا د ولس په زيان دى، له بلې خوا دولت او ائتلافي ځواکونو ته هم نه جبيره کېدونکى زيان رسوي، لکه وړاندې مو چې وويل ولس له دولت او بهرنيو ځواکونو څخه زړه تورن او خفه کوي، ان ددولت او دې ځواکونو پر ضد پاڅون ته يې هڅوي ،ددولت پر ضد د مخالفينو تبليغاتو ته لازياته زمينه برابروي او که دا سلسله همداسې روانه وساتل شي ښايي افغانان يو ځل بيا وطن پرېښودلو او ګاونډيو هېوادونو ته مهاجرت ته اړ شي او له  هغو ځايونو څخه به بيا که دوى وغواړي او که ونه غواړي ترستوني په وسلو پټ افغانستان ته رالېږل کيږي او د ١٣٥٨ هـ لمريز کال تاريخ به بيا تک� �ارېږي. نو ښه داده چې افغان دولت ،امريکايي او ايتلافي ځواکونه  او طالبان ټول په خپلو عملياتو کې له ډېر دقت څخه کار واخلي ملکي او بې ګناه خلک ونه وژني او دهر چا په راپور بې پلټنې باور ونکړي.افغانان هم بايد خپل شخصي دښمنۍ او خصومتونه  پداسې ځايونو کې ونه پالي .  دا ډېر ناروا کار دى چې خپل شخصي دښمن چې نه طالب او نه ال� �اعده دى ،او نه   ملي ګټو ته  تاوان رسوي  ، ائتلافي او امريکايي ځواکونوته القاعده  او يا مخا� �ف  معرفي شي  او تر څنګ يې نور بې ګناه  هېوادوال هم ووژل شي . دوى بايد خپلې شخصي ګټې پر ملي او بين المللي ګټو وړاندې ونه بولي. همداراز ددولت مخالفين هم بايد له دولت سره دمرستې په تور هربې ګناه  تن  ونه وژني ، لکه په ځينو مواردو کې چې  وليدل شول  چې طالبانو ته منسوبو ځينو وسلوالو ان ښوونکي او ددې هېواد درات� �ونکي جوړوونکي  (زده کوونکي)  هم ووژل  .لکه څنګه چې  دبېګناه خلکو وژنه  امريکايانو او دولت ته  تاوان لري همداراز او آن له دوى ډېر طالبانو ته هم تاوان کوي . ځکه پدې خوټول پوهېږي چې امريکايان پردي خ� �ک دي . دين ، عقيده ،هېواد، دود او دستور،کولتور هر څه يې له موږ بېل دي.  نه ترحم پېژني او نه عاطفه لري  او طالبان خو افغانان دي. لدې ولس او خلکو سره دمخامخ کېدو هيله لري نو دوى او ملي اردو  او ملي پوليس بايد ترام ريکايانو ډېر محتاط واوسي.  پدې خو هم دولت چارواکي او هم طالبان  ښه پوهېږي چې دبېګناه مسلمان وژنه ډې� �ه  ستره ګناه ده او له شرک وروسته ترټولو لوى جرم دى  او الله ج دخپل مخلوق دوينې  پوښتنه کوي . دوى بايدپدې ځان پوه کړي چې دحشر په ورځ چې ترې ددې بېګنا ، معصومو، کوچنيو ، پتمنو مېرمنو اوسپين ږيرو چې الله يې دږيرې له سپين تار څخه حيا کوي رب او پيداکوونکى له دوى وپوښتي چې (( باى ذنب ٍ قتلت ))يعنې( په کومه ګنا وژل شويدي ؟ ) نودوى  به څه ځواب ورکړي؟. آيا همدا ځواب چې ( دايوجنګي ضرورت و)؟ !   ",بې ګنا هېوادوال راته مه وژنۍ ( دحقيار ليکنه ) 3783,," کابل کې د امنيه قوماندانۍ د جنايى جرمونو د څ انګې مشر على شاه پکتياوال منلې چې ١٠ تنه پاکستانيان يې نيولى دي . د ده په وينا نوموړو پاکستانيانو غوښتل پ� �ته له پاسپورتونو کابل ښار ته ننوزي .په دې اړوند نور جزيات نه دى خپاره شوي. ",افغان پوليسو ١٠ تنه پاکستانيان نيولى 3784,," د ٢٠٠٦ زيږديز کال د فوټبال د نړيوالو اتلوليو اتلسمې لوبې اتلولى دايتاليا د فوټبال لوب ډلې وګټله . د فينال په هغه لوبه کې چې تيره شپه د جرمنې د بر� �ين ښارکې د ايتاليا او فرانسې د لوبډلو ترمينځ وشوه ، له اضافى وخت او لوبې وروسته ايتاليا د پنالتى ګولونو په وهلو سره ٥ په ٤ په فرانسه برۍ وموند او د نړۍ اتلولى او د فوټبال نړيوال جام يې له ٢٤ کلونو وروسته يو ځل بياتر� �اسه کړ. ",ايتاليا د فوټبال اتل اونړيوال جام ترلاسه کړ 3785,," عراقى چاراکو منلې، وسله والو چې د شيعيه فوځى م� �يشو ګومان پرې شوى، د پلازمينې بغداد په غرب سنى ميشت سيمه کې ٥٠ تنه ولسى وګړى وژلى دي .چارواکو ويلى وسله والو شيعيه مليشو د بغداد په جهاد سيمه کې يو شمير موټر درولى او د پيږند پاڼو او سندونو له کتلو وروسته يې يو شمير سنى عراقى وګړى بيل او په ډزو وژلى دي . د چارواکو په وينا د وژل شوو کسانو شميره ممکن تر دې ډيره وي. ",وسله والو لسګونه کسان بغداد کې وژلى 3786,," د امريکا د دفاع وزير دونالد رامسفلد په ناڅاپى توګه کابل ته راغلۍ . افغانستان ته د نوموړى سفر د فرانسې خبرى رسنۍ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال نيکلاس برنز � �ه خولې چې د ان بى سى له شبکې سره يې ويلى دي ( رامسفلد نن يکشنبه په افغانستان کې دي) ، رپوټ ورکړى دي. ",رامسلفډ افغانستان ته راغلۍ 3787,," د شخصى تربګنيو او دښمنيوله مخې نن سهار د خوست د ګربزو ولسوالۍ کې د دوو وسله والو غليمو ډلو ترمنځ جګړه کې ٢ تنه مړه او ٢ تنه نور ټپيان شوي دي. خوست کې پوليسو د نېښتې پخلۍ کړي او وايى د پېښې په اړوند٢ تنه نيول شوي دي. ",خوست کې ٢ تنه مړه او ٢ تنه نور ټپيان شوي 3788,," پکتيکا کې امنيتى چارواکو منلې چې تيره شپه طالب جنګياليوپه بند سرده کې د پوليسو په پوسته وسله وال بريد کړى ، چې له امله يې ددوى په وينا ٤ تنه وسله وال بريد کوونکى مړه او يو دولتى پوليس ټپى شوي دي.طالب وياند بيا د يو طالب او٢ دولتى پوليسو دوژلورپوټ ورکړى دى. دو� �تى چارواکى وايى وسله وال بريد کوونکى يې په شاتمبولى دي . ",پکتيکا کې په دولتى پوليسو بريد شويدي 3789,," په افغانستان کې د امريکا ترمشرى لاندې د ائيتلافى ځواکونو يو وياند نن ويلى چې د افغانستان په جنوب کې د نويو جګړ وپه ترځ کې ددولت ضد١٩ تنه طالب جنګيالى او يو کانادايى عسکر وژل شوي دي . ٢ تنه نور کانادايى سرتيري ټپيان شوي دي .ده ويلى دکندها رپه څو جبهو کې د شنبې او يکشنبې د ورځو په جګړ وکې ائيتلافى ځواکونو ډيرې وسلې له دښمن څخه لاس ته راوړې دي. کانادا ٢٣٠٠ ځواکونه په افغانستان کې لري او تر اوسه پورې ١٦ تنه کانادايان وژل شوي دي . ", ١٩ طالبان او١کانادايى سرتيرى جنوب کې وژل شوي 3790,," ټاکل شوې ده ،ډير زر برتانيا افغانستان ته د � �يرو نورو ځواکونوو، چورلکو او فوځى تجهيزاتو استول رسما اعلان کړي .له دې وړاندې په هلمند کې د برتانيا د ميشت ځواکونو فوځى قوماندانانو دغه ولايت ته د نور و برتانوىځواکونو او عسکرى وسيالود استولو غوشتنه کړې وه . ب� �تانيا اوس مهال ٤٠٠٠ ځواکونه او ١٦ چورلکې افغانستان کې لري، اويوازې په يوه مياشت کې ٦ تنه برتانوى عسکر وژل شوي دي .له لندن څخه په رارسيدلو رپوټونو کې راغلى چې د برتانيا وزير (دز براون )به نن دغه وړانديز او پروګرام چې دافغانستان جنوب ته نور عسکر او تجهيزات واستوي ،د برتانيا پارلمان ته وړاندې کړي . ",برتانيا نور ځواکونه افغانستان ته استوي 3791,," نن غرمه د پاکستان د مسافروړونکى کرښې (پى اى) يوه کوچنۍ (فوکر) مسافر وړونکې الوتکه ،چې ٤١ سپرلۍ او ٤ تنه عمله يې درلوده ،د ملتان د سورچ ميانانى سيمې په يوه کرونده کې راپريوتې او ټولې ناستې سپرلۍ يې وژل شوي دي . پاکستانى چارواکو منلې چې الوتکې له ملتان څخه د � �اهور په لور منزل درلود، چې د ٣ کيلومتر واټن له وهلو وروسته راپريوته . په وژل شوو کسانو کې دچارواکو په وينا فوځيان ، قاضيان اوعلمى مهم کسان وو. په تيرو ٣٠ کلونو کې دا ٥ فوکر الوتکه ده چې پاکستان کې راپريوزي . د اوسنۍ پېښې لامل لا نه دى څرګند. ",د پاکستانى راپريوتې الوتکې ټولې سپرلۍ وژل شوي 3792,," د ميدان وردګو ولايت په زړه پلازمينه کوټه عشرو کې تيره شپه د دولتى پوليسو اوطالب جنګياليو ترمنيځ جګړه شوې ده، چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ او ژوبله اوښتې .د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتى څانګې د دولتى پوليسو د ځوابيه بريد په ترځ کې د ٩ تنو طالب جنګيالو د ټپى کيدو پخلۍ کوي او وايى ٢ تنه پوليس هم ټپيان شوي دي .چارواکو منلې چې ٩ تنه ټپى شوي طالبان يې ژوندى نيولى چې د ٥ تنو ټپونه ددوى په وينا ژور دي . له سيمې څخه بينوا ته په رسيدلى رپوټ کې راغلى په دغه بريد چې تيره نيمه � �په د طالبانو له لوري تر سره شوي ،يوطالب مړ او دولتى پوليسو ته هم مرګ او ژوبله رسيدلې ده . ",ميدان وردګوکې ٩ طالبان او ٢ پوليس ټپيان شويدي 3793,," د يو سراچې ( غواګى) موټر ٤ تنه سپرلۍ د کندز - تخار په لويه لار دوسله الو غلو تر بريد لاندې راغلى، چې د دوى په وينا ٣٠٠ زره افغانۍ ، ١٠ زره امريکاي� �ډالر او يو اندازه سره زر يې ور نه وړي دي. سپرليو ادعا کړى چې غلو فوځى جامى اغوستې وي او د وسلې په زور يې ورڅخه هرڅه لوټ کړيدي . د سپرلۍ لوټ شوي موټر د کندز څخه د تالقانو په لور روان وو. ",وسله والو غلو ٤تنه کندز-تخار لار کې لوټ کړي 3794,," بلخ کې امنيتى چاراکو منلې چې تيره شپه ناوخته د دغه ولايت د چاربولک له سيمې څخه د ناپيږانددو کسانو له خوا د مزار -فارياب د سړک جوړولو په موسسه توغندۍ ويشتل شوي چې له امله يې ددوى په وينا يوازې د قير اچولو ماشين ويجاړ شوي دي. په دغه بريد کې چاته مرګ او ژوبله نه ده اوښتې . ",بلخ کې دسړک جوړولوپه موسسه بريد شوي دي 3795,," د ائيتلافى ځواکونو يو وياند کريسمورى نن خبر ورکړى چې ارزګان يې تر ٤٠ ډيروسله وال طالبان د ګډ فوځى يرغل په ترځ کې د ترينکوټ په لس کيلومترى د حسين زى کلى کې وژلى دى . نوموړى ويلى چې په جګړه کې٣ ائيتلافى عسکر ټپيان او يو افغان دولتى عسکر مړ شوي دي . خو طالب وياند قاري يوسف چې د جګړې پخلۍ کوي،د ٤٠ تنو ائيتلافى او افغان عسکرو او ٥ تنو طالبانو دوژل کيدوخبره منې او وايى، د جګړې په مهال ٦ نور طالبان ټپيان شوي او د ائيتلاف او افغان ځواکونو٣٥ موټر او يوه چورلکه يې له مينځه وړې دي .جګړه دده په وينا تر سهاره روانه وه . ",ائيتلاف : ارزګان کې تر٤٠ ډيرطالبان وژل شوي 3796,," ", 3797,," له ارزګان څخه په رارسيدلو رپوټونو کې راغلى ،چې ائيتلافى ځواکونو د خاص ارزګا ن ولسوالۍ د درويشانو په دره کې ٣ کلى ( ککړت، فروشه او جوز) چې د ت� �ينګوټ په لس ګيلو مترۍکې پراته دي ، هوايى بريدونه تر سره کړي ، چې له امله يې د ماشومانو او ښځو په ګډون په لس ګونه ولسى وګړى مړه او ټپيان شويدي . په ولسى جرګه کې ددغه ولايت يو استازى عبد الخالق هم په دغه سيمه کې د ولسى وګړو د درندې مرګ او ژوبلې پخلۍ کړي دي. يو شمير ځايى اوسيدونکوهم په سيمه کې د بمباريو چې د تيرې شپې له نيمايى څ خه يې تر سهاره يې دوام درلود پخلۍ کړى او منلې يې ده چې په لسګونو وګړو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړى ، کورونه يې وران شوي او په خپله دوى در په دره ،بې اولاده او بې کوره شوي دي . ائيتلافى ځواکونو بياپه دغه سيمه کې د ٤٠ تنو طالبانو دوژلو خبره کوي .د طالبانو يو وياند هم په سيمه کې د ملکى وګړو دوژلو ادعا کړې ده . ",ارزګان کې په لسګونه ولسى وګړى ټپيان او وژل شوي 3798,," د برتانيا د دفاع وزير دز براون ويلى چې ددغه هېواد ٩٠٠ نور سرتيرى به ډير زرد افغانستان جنوب د هلمند ولايت ته واستول شي او ددغه هېواد له نورو ځواکونو س� �ه به په دغه ولايت کې يو ځاى شي . په دې سره به په افغانستان کې د برتانيا د ځواکونو شميره ٤٥٠٠ تنو ته جګه شي .له نوى ځواکونو سره به چورلکې او عسکرى وسايل هم يو ځاى واستول شي.د سرتيرو دغه نوى ليږد به په سپټمبر کې پيل شي . سيمې ته د نوو ځواکونود استولو پريکړه په داسې مهال کې کيږى ،چې دهېواد په جنوبى سيمو کې د جکړې لمن پراخه شوي او يوازې په تيره يوه مياشت کې ٦ تنه برتانوى عسکر له مخالف جنګياليو سره په جګړه کې وژل شوي دي . ",برتانيا ٩سوه نور عسکر هلمند ته استوي 3799,," افغان او ائيتلافى فوځى چارواکو د کندهار د پنجواى او ژړې په ولسواليو کې د غره د ضربې د عملياتو د يوې برخې پاى اعلان کړى ، اوزياته کړې يې ده چې سيمه له طالب جنګياليو څخه پاکه شوي ده . د افغان اردو يو چارواکى احمد پرون يوې خبرى ناستې ته دکندهار د ژړې ولسوالۍ کې کې وويل، دعملياتو په ترځ کې ٢٠ تنه طالب جنګيالى وژل شوي ، ٢٠ تنه ټپيان شوي او د طالبانو د ٢ تنو ځايى قوماندانانو په ګډون ٦ تنه طالب جنګيالى ژوندىنيول شوي دي. ناستې ته د ائيتلافى ځواکونو يو چارواکى ډګ� �وال هوف يادونه وکړه چې دغه سيمې ته طالبان د هلمند، ارزګان ، زابل او پاکستان څخه راغلى دي .چارواکو ويلى چې په سيمه کې دوسلو او مهماتو ٣ ديپوګانى له مينځه تللې، او يو اندازه وسله يې لاس ته راوړې ده . په پنجوايى او ژړه کې عملياتو ٣ ورځې دوام وکړ چې په ترځ کې يې د چارواکو په وينا ١ کانادايى عسکر مړ او د ائيتلاف او افغان اردو ٢ تنه عسکر ټپيان شوي دي. چارواکو ويلى چې ولسى وګړو ته زيان نه دى رسيدلى . طالب جنګياليو تراوسه په دې اړوند څه نه دى ويلى. ",په کندهار کې ٦٠ تنه طالبان مړه او ټپيان شوي دي . 3800,," په هغه نښته کې چې د سمنګان د حضرت سلطان ولسوالۍ د الاشه په سيمه کې د پسته د ساتونکو او ځايى خلکو ترمينځ پېښه شوې ،يو تن مړ او يو تن ټپيى شوي دي . په سيمه کې ځايى پوليسو يو تن ساتونکى د پېښې په تړاونيولۍ دى .سمنګان له بادغيس څخه وروسته دويم ولايت دى چې د پسته ٣٥ زره هکتار ځنګل لري . له دغو ملى شتمنيو څخه لا هم زورواکى ګټه اخلى اوافغان دولت نه دى توانيدلى ، چې تر خپل څاراو واک لاندې يې راولي . ",سمنګان کې ١ تن مړ او ١ بل ټپي شوي دي 3801,," د امريکا ددفاع وزير دونالد رامسفلد نن سهار کابل ته راورسيد او ټاکل شوى ده ،له افغان ولسمشر حامد کرزي او خپل سيال ستر جنرال عبد الرحيم وردګ سره � �ه کتنو او خبرو وروسته يوې خبرى ناستې ته کابل کې وينا وکړي . نوموړى په داسې مهال کې کابل ته سفر کوي چې د افغانستان په جنوب کې د طالب جنګياليو سره جګړو زور اخيستى دى . رامسفلد د تاجکستان له سفر وروسته کابل ته مخه کړې ده . ",د امريکادفاع وزير رامسفلد کابل ته راورسيد . 3802,," کندهار کې د ائيتلافى ځواکونو يو وياند ميرمن جولى نن له غرمه مخکې خبرى رسنيوته د هلمند دسنګين ولسوالۍ کې د ٣٠ تنو وسله والو طالبانو دوژلو او دوسلو د ٢ زيرمو د له منځه وړو رپوټ ورکړى دى . نوموړې زياته کړى وسله وال مخالفين دگډو فوځى عملياتو په ترځ کې نن سهار سنګين ولسوالۍ کې وژل شوي دي او ځواکونو يې په سيمه کې هغه فوځىچورلکه له مينځه وړې ده ، چې د دې په وينا د تخنيکى لاملونو له مخې د جوړيدووړ نه بلل کيده . طالبانو په دې اړوند تراوسه څه نه دي ويل‌ ،مګر له سيمې څخه په هغو � �پوټونو کې چې بينوا ته رارسيدلى ويل شوي چې نن سهار وختى د سنګين په جوشالى کې ائيتلافى ځواکونو هوايى بريدونه ترسره کړى ، چې له امله يې ولسى وګړو ته مرګ او ژوبله رسيدلې ده .په کندهارکې د افغان اردو ځواکونو يو افسر په دې اړوند بينوا ته ناخبرى وښودله . ",ائيتلاف : هلمند کې ٣٠ تنه وسله ال وژل شوي 3803,," طالب وياند قارى يوسف دا نه منى چې ګويا ٣٠ تنه وسله وال طالبان يې د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د ائيتلافى او افغان ځواکونو له خوا نن سهار په جګړه کې وژل شوي دي . نوموړى د ائيتلافى ځواکونو د وياند ادعادروغ او بې بنسټه وبلله او ادعا يې وکړه چې طالبانو د ائيت� �افى ځواکونو يو وزر چورلکه نن سهاروختى په سنګين ولسوالۍ کې د توغندى په بريد کې راغورځولې ده .ائيتلافى چا� �واکو نن څرګنده کړه چې د جګړې په مهال يې ٣٠ تنه طالبان هلمند کې وژلى او چورلکه يې دنه جوړيدو له امله په خپله له مينځه وړې ده. ",طالب وياند نه منى چې ٣٠تنه يې هلمند کې وژل شوي 3804,," تخار کې امنيتى چارواکو منلې ، چې تيره شپه يو شمير ناپيږاندو وسله والو کسانو د تالقانو ښار کې د ولايتى شورا د غړى امان الله په کور بريد کړى دى .چا� �واکو ويلى په بريد کې نوموړى ته زيان نه دى رسيدلۍ اود پېښې په تړوا يې پلټنې پيل کړي دي . ",د تخار د ولايتى شورا په يو غړى بريد شوي دي 3805,,"   دامریکې ددفاع وزیر دونالډ رمسفیلد له ولسمشر کرزي سره په گډه نن له غرمې وروسته دولسمشرۍ په ماڼۍ کې تر اوږده ځنډ خبرو وروسته خبري ناستې ته څرگند شول. په سر کې ولسمشر کرزي درامسفیلد افغانستان ته دیوولسم سفر په اړه ښه راغلی وویل او بیا یې یو وار دتیر په څیر دامریکې دمتحدو ایالاتو له مرستو مننه وکړه. دامریکې ددفاع وزیر رم سفیلد وویل چې هیواد یې دولسمشر کرزي تیره څلور کلنه دوره کامیابه بولي او هیواد یې ژمن دی چې له تروریزم سره جگړه به تر پایه پرمخ وړي. رمسفیلد وویل افغانستان دا مهال دتروریستانو مرکز ندی وروستۍ ناامنۍ دافغانستان په سویل کې دنوموړي په وینا ځینې ددې هیواد دښمنه راولاړوي. رامسفیلد دا ومنله چې په سویل کې د نارامیو زور اخیستی خو دا تاوتریخوالی یې موسمي وباله نوموړي دا هم وویل چې دناټو له لوري دتروریزم س� �ه دجگړه قومانده اخیستل دا معنی نه ورکوي چې امریکا له سیمې وځي نوموړي وویل دامریکې متحد ایالات دا م هال دوه ویشت زره سرتیري په افغانستان کې لري. بل لورته ولسمشر کرزي دناامنیو شتون په دوو لام� �ونو کې یاد کړ بهرني او کورني. ولسمشر وویل له پاکستان سره دپولې په اوږدو کې دولسوالیو امنیتي سرتی� �ي دامنیت په خوندي کولو کې پاتي دي چې ښایي په گډه پام ورته واړول شي بل لامل یې دبهرنیانو لاس په هیواد کې دناامنیو په اړه وباله.  ",رامسفیلډ له ولسمشر سره خبري ناستې ته څرگند شو. 3806,,"   اوه پرله پسې درنو چاودنو دهندوستان دبمبي ( ممبای )  دایالت داور گاډو په تم ځای کې لږ تر لږه دپولیسو په وینا شل تنه ووژل شول او ښایي دمرگ ژوبلې کچه لا تر دې نور هم لوړه شي. دهندوستان یوه تلویزیون دچاودنو انځور خپور کړ چې دت� �ویزیون په تصویر کې خورا ډېر ټپیان دتلویزیون لیدونکو ته ښکاریدل.  ",دهند دبمبي په چاودنو کې ٢٠ تنه ووژل شو. 3807,," د هند په يو ستر بندري ښار، ممبای کې نن ماښام د اوو پر له پسې چاودنو له امله، کابو يو سلو څلويښت تنه وژل شوي او له دوه سوه و پنځوسو څخه زيات ټپيان شوي دي. دغه چاودنې د اورګاډو د تمځای په شان له ګڼې ګوڼې څخه په ډکو ځايونو کې رامنځته شوي چې مالي زيان يې هم ښايي ډېر وي. تر اوسه ددې چاودنو پړه کومې ډلې پرغاړه نه ده اخيستې، او نه هم هندي چارواکو ددې پيښو په اړه پر چا تور لګولی دی. دم مهال پوليس او ژغورندويه ډلې د مړو او ټپيانو په راټولولو بوخت دي. د رپوټونو له م خې، د هندوستان په ټولو هوايي ډګرونو او مهمو ځايونو کې، امنيتي ځواکونه د تيار سئ په حال کې دي. دسيمي د پو� �يسو په وينا تر اوسه د مړو شمېر ۱۳۵ تنه او زخميانو شمېر تر ۲۵۰ زيات ښودل کيږي . ",په ممبای کې د چاودنو د قربانيانو شمير له سلو واووښت. 3808,," سې شنبه ماځيګر د هند په ګڼ مېشتي ښار ممبيي كي د اورګاډو په تم ځاى كي يو په بل پسې اووه چاودني وسوې،چي د چارواكو په وينا له امله يې ۱۳۵ تنه مړه او د درو سوو په شاوخوا كي ټپيان دي، تر چاودنو وروسته په ممبيي او د هند په نورو لويو ښا� �ونو كي د تيارسئ حالت اعلان سو،  د هندوستان لومړي وزير منت موهن سنګه د كابينې اضطراري غونډه جوړه كړه. د ممبيي د پوليسو مشر  A.N راى د ټلوېزون پر پرده راڅرګند سو او و يې ويل چي لږ تر لږه سل كسه مړي يې موندلي او ۲۵۰ تنه ټپيان يې تر روغتونه رسولي دي، ده وويل چي د ژغورني عم ليات اوس هم روان دي، او دغه ګړى يې تر ټولو غټ مسئوليت دا دى چي د ټپيانو غم وخوري . هندي پوليسو منلې چي دمړو � �ويو کسانو شمېر تر ۱۳۵   او زخميانو شمېره تر ۲۵۰ څخه زياتېدلای سي . ",د ممبيي د چاودنو مرګ ژوبله مخ پر لوړېدو ده 3809,بېلابېل پيغامونه," لنډه پیژندنه : ارواښاد ډاکټر غلام جان جګړ شينواری چي په ۱۳۲۵ ل کال کي د ننګرهار د هسکي مېني ولسوالۍ د کوټه والو په کلي کي سترګي دنیا ته ړوني کړي وې  زده کړه يې د رحمن بابا په ليسه، د ننګرها ر د طب پوهنځی ، د پوليسوپه  اکاډمي.کي کړې وه  د تحصيل درجه يې د طب ماسټر (M.D)  او علمي درجه پوهنيا ر وه  رسمي دنده يې  د هېواد په مختلفو ځايونو کې د (١٣٥٢-١٣٧٢) کلونو په موده کې  د داکټرۍ مقدسه دنده وه  په ١� �٦٨ ل کال کې د نوبتې ترفيع په لړ کې د ډګروال له نظامي رتبې څخه د بريد جنرال نظامي رتبې ته ورسېد .  په (١٣٦٩-١� �٧٢) ل کلونو په موده کې د پلچرخي په زندان کې بندي و. له زندان نه وروسته خپل کلي ته راستون شو او تر نن پو� �ې   يې په خپل کلي کې د رنځورو هيوادوالو په چوپړ اخته و .دوه کاله دمخه يې  د خپلې ميرمنې سره يو ځاې  ،  د حج مبا� �که فريضه هم ادا کړه . خبر شو چې په دې لنډو ورځو کې دوينې د سرطان  ناروغي ورته پيداشوی و او د همدې ناروغۍ له ام� �ه په حق رسيدلی دی .  ښاغلي الحاج ډاکټر جکړ شينواری شپږ چاپ شوي اثار لري چې تفصيل يې لاندې کرښو کې کتلی شی  چاپ شوي اثار: الف: د طب په څانه کې . ١. د مخدره موادو زيانونه، کابل ١٣٦٦ ل کال چاپ ٢. لومړی طبي م� �ستې، کابل ١٣٦٨ ل کال چاپ ٣. انګليسي – پښتو طبي ډکشنري ،  ١٣٧٨ ل کال چاپ    ب: په اديي  ساحه کې: ١. کستري ګلونه، د شعري غزلونو مجموعه، ١٣٦٧ ل کال چاپ ٢. د ماشوم ترانې، دشعرونو مجموعه،  ١٣٧٩ ل کال چاپ ٣. افغاني هندوان او سکهان _  تاريخي څېړنيز اثر.١٣٨١ ل کال چاپ  ٤. جل وهلې ګلونه، د پلچرخي د زندان د شپو او ورځو څلوريزې.( چاپ   دپښتو ژبې دخواخوږي ليكوال اوشاعر ارواښاد ډاكترجكړ شينواري دناڅاپي اوخواشينوونكې مړينې له امله دخوشال فرهنګي ټولني پيغام كابل :  د ۲۰۰۶ كال دجولاى لسمه په خواشينۍ سره موخبرترلاسه كړ چې دپښتوژبې خواخوږي ليكوال اوشاعرډاكترصاحب جكړشينواري هم له دغې نړۍ ست� �ګې پټې كړې . اناالله وانااليه راجعون. دخداى رضاده. ارواښادجكړ شينواري دخپلې پوځي دندې ترڅنګ دافغانستان دمعاصرپښتوشعرپه بهيركې يوپيژندل شوى اودپاملرنې وړنوم اوادبې شخصيت و، هغه دخپل ژوند په اوږدوكې دپښتوشعرله بهيرسره ان دخپلې ډاكتري دندې په سختو بوختياوو كې خپل اړيكې ونه شلول. ډاكترجكړشينوارى له لوم ړنيوپښتنوډاكترانو څخه و چې شعريې هم دخپل مسلك په څنګ د انساني خواخوږۍ ديوې ښكلې اوتلپاتې ډالۍ په توګه دانساني درملنې بنسټيزتوك وباله اوهغه يې دژوند ترپايه پورې دكابل له ورانيورانيولې ، دپيښورتر مهاجرته اودزندان ترناځوانو تياروپورې له خپل ځانه لرې نه كړ ، له هغه سره لكه دپښتونوميالي شاعر اشرف خان هجري همراز اوهمسازپاتې شو اوپه هرځاى كې له هغه سره په دغه ټكې يوچې : ستا له ستمونو دوره چا وته فرياد كړم وله مې په غشو ما همت درته نيولىدخوشال فرهنګي ټولنې لارښوده شورا په خواشينۍ سره دخپل يوه داسې مله  اوملګري له خواشينونكي مړينې څخه خبريږي .چې دهغه نشتوالۍ دپښتوشعراوادب په آسمان كې دخواخوږۍ اوملګرتيادمړينې انګازه اوضايعه ده.دهغه كورنې ، دپښتوادب مينانو اودوستانوته دډاكترجكړ شينواري دمړينې له امله دپاك اوبښونكي خداى په درباركې  دزغم اوصبرغوښتنه كوي. جنت يې ځاى .  نصرالله حافظ دخوشال دفرهنګي ټولنې مرستيال د افغان شاعر او ليکوال ارواښاد جکړ شينواري د مړينې له امله د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د خواشينۍ پيغام  د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه په ډېرې خواشينۍ سره د وتلي افغان شاعر او ليکوال ډاکټر غلام جان جکړ شينواري له ناڅاپي مړينې خبره شوه. انا لله و انا اليه راجعون ارواښاد جکړ شينواری د هېواد يو خواخوږی بچی و  چې خپل ټول ژوند يې د يو خدمتګار څارندوی ، يو سپيڅلي ډاکټر او يو صادق شاعر او ليکوال په توګه  تېر کړل او په ډېرو غمجنو شېبو کې هم له خپل اولس سره يو ځای پاتې شو . موږ په داسې حال کې چې د ارواښاد جنرال  جکړ  د مړينې په ماتم کې د هغوی له درنې کورنۍ ، دوستانو او د افغانستان له ټولو کلتوري او ادبي کړيو سره  ځانونه شريک ګڼو ، د لوی خدای په دربار کې هغوی ته د فردوس جنت دعاوې کوو  . په درناوي د ټولنې د مشرتابه ج� �ګه يوسف هيواد دوست - ډنمارک دا ياران لکه ګلونه د بهار دي _ د خزان په تاو رژيږي دريغه د� �يغه  ( احمدشاه بابا ) د خپل ګران او منلي دوست ډاکټر جګړ شينواري د ناڅاپي مړينې خبر پر ما هم ډېر ګران تمام شو . ما يو وخت د افغانستان په راډيو - تلويزيون کې کار کاوه .ډاکټر شينواري زموږ د ادبي او روغتيايي او نورو مسلکي چارو ډېر ښه او هوښيار همکار و .زما يې شعر خوښېده .ډېر له مانا ډک او د جوړښت له پلوه پياوړي شعر يې وايه . ما ورسره لومړي ځل په ګويټه انستيتيوت کې هغه وخت وليدل چې هلته يو مشاعره جوړه شوې وه ، ګڼ شاعران و خو زما د جګړ شينواري ، عارف خزان ، سلطان جان کليوال او يو شمېر نورو شعرونه خوښ شول .دا د ۱۳۵۵ کال د سردار محمد داود پېر و .الله دې وبخښي .کورنۍ ته يې جميل صبر غواړم ، يادونه يې تل پاتې .  يوسف هېواددوست په ډنما� �ک کې د خپلواکۍ د فرهنګي خدمتونو مرکز په استازيتوب د پوهنمل حا جي محمد نوزادي د تسليت پيغام د تسليت پيغام نن مي په ټول افغان ويبپاڼه کښي يوډير غم لړلۍ خبر  و لوست چه له کبله مي يو  داسي سوړ اسويلۍ له خولي  ووت چه دکورني غړي مي خورا وارخطا سول٠ داځکه چه ما تازه د زړه بايپاس عمليات کړيدي او تر اوسه لا  پوره روغ نه يم ٠ د ډاکتر صاحب جګړ دمړيني خبر يو بل ګزار  وو چه د زخمي زړه ټپونه ئي راته دسره وسپړل ٠  زه هم پخپل وار د ناروغه بستر څخه دده دکورنۍ ټولو غړو په تيره بيا زما ګران شاګرد ، خوږ ژبي شاعر او د خداي بخښلي جګړ صاحب ورور انخينر سلطان جان کليوال ته په زخمي زړه تسليت وايم او جميل صبر غوښتنه ورته کوم ٠  د ډاکتر صاحب جګړ روح دي ښاده وي، د فردوس جنت ټولي ښادي دي په نصيب سي ٠ خو د پښتو شعري ادب په بهير کښي به ئي ځاي خالې پاته وي ٠ دي به دخپلو دوستانو، د شعر د مينه والواو هغو کسانو په زړونو کښي تل ژوندۍ پاته وي، کومو چه دده په زړه سوانده طبابت سره جسمي او روحي روغتيا موندلې ده ٠  د پښتو غزل بابا حمزه شنواري څه خوږ حقيقت په ګوته  کړيدي  چه وائي  : انګازي به ئي دشعر تل ژوندۍ وی تللۍ ندي له جهانه که شاعر ولاړ انالله وانا اليه راجعون ٠ پوهنمل حاجي محمد نوزادي ","دليکوال او شاعر ارواښاد ډاکټر غلام جان جکړشينواري د ناڅاپي مړيني له امله دتسليت بېلابېل پيغامونه" 3810,نعمان دوست کابل," د وينو بوى چې دې له زلفو له کاکله راځي د قلـــــــــم ژبې ته زما کله غزله راځــي ؟ خداى دې قاتل کا ، چې دسر په سترګو ودې وينم زمونږه چم ته بې قاتله بل څوک کله � �اځي زمونږه ستړي لاروي به چېرې دمه وکړي ؟د تېشو غږ مو او س له هريوه ځنگله راځــي ښکاري چې بيا کښتۍ نهنګ په خپل شاپر وهلې سکڼي ماښام کې ژړاګانې له ساحله راځــــــــــــي  پـــ� �ه مرثيو باندې نعمان تــــه مـــــــــــلامت مه واييءزړه چې دردمند شي اوښکه سترګوته په خپله � �اځي                               ;                 نعمان دوست  کاب� �          ",د ژړاګانو ساحل 3811,," ", 3812,خادم کوچی," چي ماشومان هم باندي وپوهېږي کله چې ستاسوواړه لوڼي او زامن ديوې ژبې ګوډمات توري زده کړي،دهغوى دنورې اوډېرې زده کړې له پاره دهغوى سترګوته ولاړسرليکونه اولوحې وي چې ددوى وړې،خوږې اوځيرکې سترګې په ځيرسره په نابب� �ه ډول پرې لګېږي له لوستلوڅخه يې پنداوخونداخلي،همدغه ډول دغه سرليکونه اودهغه غټ،غټ ليکل ددوى پاملرنه و� �اړوي اوديوې ژبې په زده کولوکې ورسره مرسته کوي،نوکله چې تاسوپه خپله ژبه کې دغه ډول سرليکونه اولوحې ونه لرئ تاسوپوه شئ چې خپلې ژبې،خپلوخلکواودخپلولوڼوزامنوزده کړې ته مو ډېر زيان وراړولى دى .  ددې له پاره چې ستاسوژبه ديوې ژوندۍ ژبې اوستاسوخلک دژونديوخلکو په ډول دځمکې پرمخ ښکاره شي،ستاسې لوڼي ، زامن اونورخلک ستاسې ژبه زده کړي اوپه خپله زده کړه کې ورته ګټوره تمامه شي،تاسودغه کارپه اسانۍسره کولى شى دغه برخليک ټاکونکى وړاندې تګ اوزده کړه په هيچاپورې اړه نه پيداکوي، يوازې ستاسوپه شعوري ياپوهنيزه ويښه،زړورتيااوځيرکتيا پورې اړه پيداکوي تاسوکولى شئ چې خپلوکورونو،کارخونو،دوکانونوياهټيو،کليو،بان� �واوسړکونوپه وړاندې پښتوژبې لوحې ياسرليکونه ولګوئ،دغه کارتاسوپه ځاني ډول يوازې ځان هم ترسره کولى شئ،داسې هم کولى شئ چې په ښارونواوبازارونوکې ددغه کاراودنوروستونزوداواري له پاره وړې،وړې ټولنې جوړې کړئ اوپه ډله يزډول داسې کارونه وکړئ چې ستاسوراتلونکى درته بدل اوپه يوپياوړي لوري درته روان کړي .",په خپله ژبه سرليکونه او لوحې ولګوﺉ 3813,"محمد معصوم هوتک"," ښاغلي محمد معصوم هوتک په ( سل بګړۍ يوپوړنی ) نومی کتاب چي د خپرونکي ټولني ، سريزي ، او فهرست پرته   ۲۲۵ مخونو لري د هوتکو ملي ، روحاني ، علمي ، ادبي او ټولنيزو څېرو په اړه د کور دننه او دباندي يو شمېر څېړني کړي او هغه يې په پښتو ليکلي دي . دا کتاب چي په روانه او ساده پښتوژبه ليکل سوی ، د افغانستان د کلتوري ودي ټولني له خوا  د افغان هوتکي پاڅون د درې سومي کليزي په مناسبت علمي سيمينار ته چاپ سو . که غواړﺉ دښاغلي م حمدمعصوم هوتک له ژوند او اثارو سره اشناسی ، دا ځای کښېکاږ� � نوموړﺉ کتاب پر لاندنيو پتو ترلاسه کېدای سي : دا کتاب پر لاندنيو پتو ترلاسه کېدای سي :  دانش خپرندويه مؤسسه   قصه خواني بازار پېښور پښتون خوا ، ټيلفون شمېره :ـ ٢٥٦٤٥١٣- ٩١-٠٠٩٢ بريښناليك :ـ danish2k2000@yahoo.com ===================================================  نارنج خپرندويه ټولنه کندهار Afghan_saq@hotmail.com  Narenj_saq@yahoo.com   009370303251 – 0093799166661 کندهار : افغان کتاب او قرطاسيه پلورنځي ارګ بازار کندها� � =================================================== کابل : علامه حبيبي کتاب پلورنځى، دانش کتاب پلورنځ� �   جلال آباد : عبدالحميد مومند کتاب پلورنځى ، ګودر کتاب پلورنځى پېښور: يونيورسټي بوک ايجنسي ، دانش کتاب پلورنځ� � ",سل بګړۍ يو پوړنی د ښاغلي محمدمعصوم هوتک اثر 3814,محمد معصوم هوتک," ښاغلي محمد معصوم هوتک په ( س� � بګړۍ يوپوړنی ) نومی کتاب چي د خپرونکي ټولني ، سريزي ، او فهرست پرته   ۲۲۵ مخونو لري د هوتکو ملي ، روحاني ، علمي ، ادبي او ټولنيزو څېرو په اړه د کور دننه او دباندي يو شمېر څېړني کړي دي . دا کتاب چي په روانه او ساده پښتوژبه ليکل سوی ، د افغانستان د کلتوري ودي ټولني له خوا  د افغان هوتکي پاڅون د درې سومي کليزي په مناسبت علمي سيمينار ته چاپ سو . دکتاب ځانګړني : دکتاب نوم :       سل پګړۍ يو پوړنی موضوع :           دهوتکو ملي ، روحاني علمي ، ادبي او ټولنيزي څېرې ليکوال :            محمدمعصوم هوتک دچاپ کال :         ۱۳۸۴ ل کال – ۲۰۰۵ م کال دچاپ شمېر :      زر ټوکه خپروونکی :        دافغانستان د کلتوري ودي ټولنه - جرمني دخپرونولړ :         ( ۶۹ ) دچاپ ځای :        پېښور - پښتونخوا اوډنه /ډيزاين:     دکتاب ليکوال کمپيوټرچاري :    دکتاب ليکوال د يوه ټوک بيه :    پاکستان ۶۰ روپۍ ، افغانستان ۵۰ ﷼ بهرني هيوادونه ۱۰ ډالره . نارنج خپرندويه ټولنه کندهار Afghan_saq@hotmail.com  Narenj_saq@yahoo.com   009370303251 – 0093799166661 کندهار : افغان کتاب او قرطاسيه پلورنځی ارګ بازار کندهار  ",سل بګړۍ یو پوړنی ( د هوتکو ددورې تاريخي اثر) 3815,"ډاکټر م عثمان � �وستار تره کی"," دغه کتاب په ۱۲۲ مخونو کي حقوقپوه ښاغلي ډاکټر محمد عثمان � �وستار تره کي لیکلی او ښاغلي پوهنيار محمد اسمعيل يون پښتو ته راژباړلی دی . درې برخي پنځه څپرکي لري . د کتاب په لم ړۍ برخه کي د نړیوالو حقوقو د اصولو په رڼا دجګړې د جنایت کارانو محاکمه څیړل شوې ده . دوهمه برخه: په افغانستان کي د جګړې د قوانینو سرغړوني ته ځانګړې شوېده . په دریم ه برخه کي په افغانستان کي د جنگي جنایت کارانو د محاکمې عملي لاري چاري ارزول شوي دي .   د کتاب نوم : په افغانستان کی د جګړی جنایت کارانو محاکمه . لیکوال      : دوکتور م ، ع  روستار تره کی . د چاپ نیته : ۲۰۰۱  م د چاپ شمیر : ۱۰۰۰ توګه د کتاب د تر لاسه کولو پته   : abasin41@yahoo.com    ",په افغانستان کي دجګړې دجنايتکارانو محاکمه 3816,عبدالباري جهاني," ( دغربي ادبياتو څخه منظومي ترجمې ) غربي گلونه شرقي لمني د پښتو ادب هغه ستر ادبي اثر دى چي د شعر او شاعرۍ په ځلانده اسمان کي د يو ړون ستوري په څېر راڅرګند سو.نوموړى کتاب د کلک جلد په درلودلو سره په ٥٢٦ پاڼو کي د خپرندويه ټولني په ياداښت او د جهاني صاحب په سريزه په دې شرحه ډالۍ سوى دى : اهداءزما د ښايستې مېرمني معصومي روح ته!چي د ژوند په هر پړاو کي يې زما مرسته کړې، زما زړه يې پوړه کړى او زه يې په ځانباوري ساتلي يم او نن يې د ژوند ټولو ترخو ته يوازي پرې ايښى يم تقديم دى.  نارنج خپرندويه ټولنه کندهار  Narenj_saq@yahoo.com Afghan.saq@gmail.com   009370303251 – 0093799166661 کندهار : افغان کتاب او قرطاسيه پلورنځي ارګ بازار کندهار  Afghan_saq@hotmail.com  0093 70369900 کابل : علامه حبيبي کتاب پلورنځى، دانش کتاب پلو� �نځى جلال آباد : عبدالحميد مومند کتاب پلورنځى ، ګودر کتاب پلورنځى پېښور: يونيورسټي بوک ايجنسي ، دانش کتاب پلورنځى ",غربي ګلونه شرقي لمني ( دعبدالباري جهاني نوی اثر) 3817,," د کورنيو چارو وزارت چارواکوکابل ښار کې د اخلا� �ى فساد په تور لس ميلمستونونه او رستوارنونه تړلى دي . د وزارت حقوقى سلاکار عبد الجبار ثابت نن يوې خبرې ناستې ته وويل ، چې ٧ بهرنى ميرمنې يې د بدلمنى په تور نيولى چې په نيول شوو ميرمنو کې د ده په وينايوه داسې ښځه هم شته چې پخوا له کابل ښار څخه شړل شوې وه . د نوموړى په وينا له دغو ځايونو څخه چې ډير يې د کابل ښار په وزير اکبر خان مينه کې وو، په سلګونه بوتل ډول -ډول شراب او د اخلاقى فساد او بدلمنۍ (سى ډى گانې)تر لاسه شوي دي. ده وويل په نيول شوو کسانو کې ٣ تنه نارينه هم شته ، چې ټول به له افغانستان څخه وايستل شي . ",يو شمير ميلمستونونه کابل کې تړل شوي 3818,," د امريکا ددفاع وزير دونالد رامسفلد افغانستان ته د خپل يولسم سفر په ترځ کې د ډير بې وزلى او وروسته پاتې ولايت زابل او ددغه ولايت له داى چوپان او � �ينکۍ له ولسواليو څخه ليدنه وکړه او د يوې ناستې برخه والو ته يې ډاډ ورکړ، چې دولايتى بيارغاونې د ډلې له خوا به په دغه لايت کې د روغتيا ، ښونې اوبيا رغاونې ټول گتې کارونه چټګ شي . زابل هغه ولايت دى چې جګړې په کې يو څه تودې دي او له هر اړخه ډير وروسته پاتې دى او د بيار غاونې بيلګې په کې نه ته سترګو کيږي . اوس مهال د امريکا ډير شمي� �ځواکونه په دغه ولايت کې ميشت دي .رامسفلد له دې نه وړاندې له افغان ولس مشر حامد کرزي سره يو نيم ساعت خبرې در� �ودې. ",د امريکا دفاع وزير له زابل څخه ليدنه وکړه 3819,," فراه ولايت کې امنيتى چارواکو منلې چې ددغه ولايت د ګمرک د چارو مشر عبدالغنى د ناپيږاندو وسله والو کسانو له خوا په نامالوم لورې تښتول شوي دي . چارواکو ويلى نوموړى هغه مهال چې له خپل دفتر څخه د کور په لور روان وو، د لارې په اوږدوکې له خپل موټر څخه په زوره کوزاو په بل موټر کې تښتول شوي دي . د نوموړى موټر هم وسله والو له ځان سره وړي دي . پېښه د دوشنبې د ورځې په پاى کې رامينځ ته شوې ده . ",د فراه د ګمرک د چارو مشر تښتول شوي دي 3820,," پرون مازديګر ناوخت د اسمعيل خېلو ولسوالی اړوند دوس� �که سيمه کې يو تورن نېشايي غل حبيب الله د اسمعيل خېلو ولسوالۍ د امنيتي عسکرو له خوا چې غل سخت د نېشې په حال کې وو، ونيول شو . نوموړى له دې وړاندې هم يو ځلې د يو موټر دتښتولو په تور بندي شوي وو. د جينايي جرمونو د مبارزې آم ر محمد يعقوب،خوست کې بينوا خبريال ته وويل ،دم ګړۍ له نوموړى څخه پوښتنې پيل شوي دي.. ",خوست کې يو تورن غل ونيول شو 3821,," کابل ښار نن له غرمې مخکې د افغانستان په وخت ٩ بجې او ٥٠ د� �يقې يو سپکې زلزلې ولړزاوه، چې تر اوسه پورې يې د مرکز،او زيان په اړه رپو ټ نشته . ",کابل يوې سپکې زلزلې ولړزاوه 3822,," د فارياب د قيصار ولسوالۍ د جهل ګزى سيمه کې د جنبش يو ازبک قوماندان عبد الودود له ٢ تنو نوروانډيوالانو سره د ناپيږاندو وسله والو کسانو دډزو په ترځ کې د لارې په اږدو کې وژل شوي دي. ميمنه کې د جنايى جرمونو د څانګې مشر د پېښې پخلۍ کړى او وايى په دې اړوند يې پلټنې پيل کړي اواوس مهال داسې بيلګې په لاس کې نه لرى ، چې وښيى د کوم لامل له مخې وژنه رامينځ ته شوې ده . ده ويلى پېښه د دوشنبې په ورځ رامينځ ته شوې ده . د وژل شوى قوماندان پلويانوبيا پرون د بادغيس ولايت د غورماچ سيمه کې يو تن ځايى پښتون قوماندان ملاعبدالباقى د غچ اخيستلو له مخې وژلۍ دى. ",د جنبش يوقوماندان فارياب کې وژل شوي 3823,حبيب اله غمخور," ليکونکی : حبيب اله غمخور اور پر بل ؤ له پخوا نه خو اوس سکور شو=  دنيستی غږ ئې په درست جهان کې خپور شوټول دمــ� �ـــــــــــــــرگ اوبد بختی فرياد فرياد شو = خوږ وطن مي ،وخــــــــواږه ولس تـه گور شو يوځل بياد ترينکوټ ښکلېو کلېونه دبهرنيانو دبمونوداورد لمبولوگي اومرگ چيغې پورته شوې! دروان 2006زکال دجولاي دمياشتي په لسمه نيټه مې دنړۍ دنړيوالوخپرونو له لاري دهرې ورځې په دود زړه بوږ نوونکی خبر تر لاسه کړ ،چې دارزګان د مرکز تيرين کوټ ښار سره نژدې د ايتلافي قواوو د الوتکو د بمباريو له لامله لږترلږه سل تنه ولسي خلک شهيدان اويوزيات شميريې ټپيان شول .دغه خبر په ولسي جرګه کې د ارزګان وکيل حاجي عبدالخالق د دې پېښې د تصديق پر مهال 2006-07-10 ماښام افغان اسلامي اژانس ته وويلی و،هغه ويلې وه ( تاسي داسې وليکۍ چې د ارزګان د در په دره خلکو وکيل او نماينده وويل چې د تiرين کوټ سره نژدې د ايتلافي قواوو د بمبارۍ له لامله � �پېته (60) تنه يواځې د ککرک په کلي کې شهيدان شوي دي او هم په همدې ځاى کې د يرش پنځه ديرش ټپيان شوي دي ). هغه زياته کړه ( خو دا د هغو خلکو شمېر دی چې له خاورو او لوټوڅخه راايستل شوی ،کيدلاي شي چې دا شمېر نور هم زيات شي ) .نوموړى وويل :بمباري تېره شپه 2006-07-09-10 يوه نيمه بجه (1,30) پېل شوه چې تر سهار وختي پورې يې دوام درلود. تېره شپه 2006-07-09-10 امريکايان زمونږ کلی دهجوز Deh Jawaz ته راغلې وه هلته يې زمونږ په کورنۍ حمله وکړه درې (3) تنه کوچنيان نعمت الله، درې کلنه ګل بي بي او څلور کلنه فاطمه يې راشهيدان کړه، درې (3)تنه ښځې هم شهيدانې شوې چې دوې مې ورندارګانې او يوه مې خور ده، بيا پرامريکايانو له يو ځاى څخه ډزې وشوې نو هلته بمبار شروع شوه زمونږ په کلي کې يې دولس (12) کو� �ونه بالکل دخاورو سره برابر کړي او (6) سرايونه يې نيمه خرابه کړي. څلورو خواووته غټه طياره ګرځيدله او بمباري يې کوله ) .هغه وويل (ددهجوز په کلي کې (48) تنه ښځې ، غټ او کوچنې شهيدان شوی دي او (69) تنه دلته تر تداوۍ لاندې دي ، مونږ بازار ته رسيدګي نشوه کولاي ،مونږ د نورو ځايو څخه ډاکټران راغوښتي دې چې تر اوسه (7) تنه ډاکټران رارسيد� �ی اودناروغو درملنه کوي ،ددهجوز دکلي يو بل مشرافغان اسلامي اژانس ته وويل ( د شپې پر مونږ امريکايانو بمباري وکړه زمونږ پنځه تنه شهيدان شوې دې ټول يې در په دره کړو کوچنيان موټول تر لوټو او خاورو لاندې دي ) .د سيمې يو بل تن وويل ( زما د کور څخه پنځه (5) تنه شهيدان شوي دي چې (18)کلن ،اتيا(80) کلن ،بل (70)کلن او بل يې (18) کلن و همداراز (3) تنه ماشومان وه . بمباري د تېرين کوټ په شمال کې لس کيلو متره (10km) ليري د درويشانو د درې په دريو کليو( دهجوز Jawaz Deh، ککرک او فيروشه Ferosha کې وشول) . خو د نړۍ وال ايتلاف پوځی ويانده تورن جولي وايې چي دنن سهار په پيښته كي چې د اروزگان مركز ترينكوټ ته څېرمه شويده ملكي وګړو ته هيځ ډول مرګ - ژوبله نه ده وراوښتې BBC . 2006 -07-10 خو دا مني چې ددغي نښتې پرمهال يې له هوايي ځواك څخه كار اخيستى دی ،ددې په خبره څلويښت(40) وسلوال طالبان يې وژلي دي. خودم ګړى داګرانه ده چې داروزګان ولايت دوروستۍ جګړې دقيقه مرګ – ژوبله څرګنده شي . BBC زموږ ولس په افغانستان کې دسولي او دموکراسی دپلې کيدو دکلک پلوۍ په توگه په هيڅ ډول علاقه نلري چې دطالبانو او القاعدي څخه دغچ اخيستلو او يادغوي د جرړو ايستلو په پلمه دي د روزگان بېگناه انسانانو لويخو او واړو،نارينه او ښځخو نه ژوند واخيستل شي ،او په نيمه شپه دې دبهرنيو پوځی الوتکو دړندو راکټونو په غړمبا او لوگيو کې ماشومانواو ښځو وروستۍ چيغې تر اسم انه پورته شې . هيڅوک په افغانستان کې دبهرنيو پوځونو دهغو عملياتو سره مخالفت نلري کوم چې موخه يې دتروريستانو او القاعدي دسازمان دځالو ړنگول وې . خو يوه ټکي ته د ښاغلی کرزی او بهرنيو سياسي او پوځې چارواکو پاملرنه را اړول اړين او خپله ملې دنده بولم چې زمورږدهيواد په کليو او بانډو کې دصحرايي پوځي عملياتو په دود عمليات تر س� �ه کولو پايلي به نه يوازي داچې داکنډواله هيواد نور هم په کنډوالو بدل کړي ،بلکه ستاسوپه مقابل کې به دولس دښمنی نوري هم غښتلی او دنفرت کچه به يي پورته شې . دافغانستان جمهور رئيس ،دملگرو ملتو دسازمان ځانگړئ استازی ، د ايساف او نړيوال ايتلاف وينادويانواو قوماندانانو په وار وار داڅرگندونې کړې چې په افغانستان کې دا اوسنی م خ پر زياتيدونکو ناقراريو عاملين له بهر نه مادي ،مالي او معنوي مرستي تر لاسه کوي ؛ دبېلگې په توگه له بي بي سي سره په يوه مرکه کښې دملگرو ملتو دسازمان ځانگړئ استازی ټام کونيگز وايي : طالب اور پکي د پاکستان له پولو اخوا پروگرام ترلاسه کوې . ده له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې پر پاکستان دې لا زېات زور وا چوی چې د طالبانو د ملاتړو او مالي سرچېنو پر ضد لا کلک گامونه پورته کړی . خو ښاغلى کونيگز په افغانستان کې دسياسي او پوځې ښکيلو هيوادوپر تير وتنه هم اعتراف کوي او وايي ((که موږ دا فکر کاو چې طالبان په 2002 کال کې ماتې وخوړه او بيا نشي کولاى راپورته شي نو موږ په تېر وتنه کې وو. ځکه اوس بيا طالبان راپورته شوي او د ترهگرۍ دنړېوالې شبکې له لارې مرستې ترلاسه کوي . موږ بايد دافغانستان د ملي پوځ ، پوليسو امنيتي او قضايي ادارو په اصلاحاتو کې پانگه اچولې واى . خو اوس دقيقا هغه وخت دى چې دغه تېر وتنه جبران کړو)) . دملگرو ملتونو ځانگړى استازى زېاتوي له بهرنيو مالي مرستو بپرته طا� �بانو نه شوکولا ى د دوهم ځل لپاره دومره فعال شی . ((ددې لپاره چې د اورپکو منابع او اکمالاتي اډې دافغانستان له پولو اخوا دي اړينه ده چې سياسي گامونه او هڅې وشي . د ترهگرو د پټې خوندې ځايونه ددې هېواد نه بهر دي او بايد هغومره پام ورته وشې څومره چې په افغانستان کې ورته کيږي. په ډاډ سره وېلاى شو چې دا کار دافغان دولت لخوا ممکن نه دى. او نړيواله ټولنه بايد دې موضوع ته پام وکړي . نړيواله ټولنه بايد پر پاکستان فشار واچوې چې له افغانستان س� �ه په دې برخه کې مرسته وکړي )) بي بي سي افغانستان ته په خپل يولسم سفر کې امريکا ددفاع وزير رمسفيلډ هم پردې اعت� �اف کوي چې ترهگر په پاکستان کې روزل کيږې ،دهغوي مغذونه دمذهبي فناتيزم په اوبو پرېمينځل کيږې او له هغوي سره م الي مرستي کيږې . 11.7.2006 دازادی راديو د متحدو ايالاتو د دفاع وزير ډانلډ رمسفيلډ وويل په دې کې شک نه ويني چې طا� �بان د پولې له پورې غاړې افغانستان را اوړي . BBC 11.7.2006 دداسي جگپوړو مسؤلو کسانو ويناوي دافغانستان دنااراميو په اړوند هيڅ کوم تياره ټکی نه پرېږدې ، هر څه څرگند دی . اوپه خپله کرزی هم پر خپله بي وسۍ باندي په اعتراف سره د بي بي سي له راډيو سره په مرکه کښې وايي : ولسمشر: ((ما دنړى د بهرنۍ لاس وهنې په باب چې په افغانستان کې څلور نيم کاله کيږي له هغې ورځې چې زه دلته راغلى يم ما دوى ته دا خبرتيا ورکړې چې د افغانستان د دخرابۍ اصلي عوامل چيرې و؟ او بياهم که چېرې افغانستان ته سوله نه راتله د دې عوامل به چيرې وي؟. د افغانستان دملت دا حق ما پر ځاى کړى دى. ه� �ه ورځ مې دنيا ته ويلي چې مشکلا ت چېري دې او له کومه ځاېه راځي دا مې هم ورته ويلې چې زموږ داخلي ستونزې چېري دې ، او په کورنيو چارو کې پاتې راتگ دا زموږ ستونزه ده زه خپل ځان پکې ملامتوم . ... اما بهرنۍ برخه زموږ دستونزو چې له بهر نه راته راځې ، روزل شوى سړى او يا تروريست راته راځي . دا ستونزه موږ نشو حلولاى. د ا د نړيوالې ټولنې له موږ سره تړون دى چې دا ستونزې راسره حل کړي. او ده همدې لپاره نړيواله ټولنه افغانستان ته راغله چې ترهگر وشړي او خپل ځان هم له تروريزم څخه وژغوري)) . دبي بي سي سره دښاغلي کرزي دوروستی مرکې ځيني ټکي ددي لپاره � �انقلوم چې که نوموړې دغه خبرې شعوري کړي وي او پر ويل شوو ټکو باور ولري، بيا نو ولې غواړې بيگناه انسانان دطا� �بانو په نامه دپرديو دړندو راکټونو او توغنديو قربا نيان شې ؟ جهور رئېس وايې مادخلکو حق ورپر ځاي کړی دی ؛ پوښتنه کيږي کوم حق ؟ دې ربړېدلي ولس ته خو چا خدمت ونکړ؟ څومره چې يې پر پوست غوښه وه هغه يې هم ځينې جلاکړه ! توهين شو ،تحقير شو ،لوږې ،تندې او بيکاری له لاسه يې اوس بيا ايران ،پاکستان او عربي عماراتو ته مخه کړېده . دغه حق مو ورپرځاي کړ ؟ او که داحق چې هره ورځ تر لسو زيات بيگناه انسانا ن دطالب او القاعدې په نامه وژل کيږي ؟ داطالب ورک نشو ؟اونه هم لږ شو؟ هر ورځ يې شمير ډيرېږي ؟ دا ولي ؟ کرزی صاحب وړاندي وايي : يوه مياشت دمخه په کندهار ، هلمند، روزگان، زابل پکتيا ، پکتيکا او کنړ کې پنځه سوه انسانان ددې هېواد که طالب وو که غېر طالب دواړه ددې خاورې خلک وو ووژل شول . ددې مسوليت دچا پر غاړه دی که له بهرنه راغلي ولي راغلي ، دنيايې ولې مخه نه نيسي او که په کوردننه مشکل دى دانو بيا ډېره مهم او اساسې خبره ده دا نو بيا ددنيا کار نه دى له موږ سره دا نو بيا دافغانانو کار دى چې سره کښېني او داستونزه سره حل کړي . کرزی صاحب ! داديوې مياشت وړاندي خب� �ه نه ده ، داڅوکاله کيږي مخصوصأ پسله هغه چې تاسو اوجنرال مشرف يې په خپل منځ کې نشۍ سره ويشلاي او هر يو تر بل ځان بهرنيانوته نږدې بولۍ؛له هغي ورځې نه پدغو سيمو کښې داناورين روان دی ، تاسو يې کله نا کله پر بهرني پوځيانو تاوانوۍ ، چې گويا په عملياتو کښې يې له لازم احتياط او وړتيا نه کار ندی اخيستۍ ،ولي ولس يې ستاسو دبې مسوليته او بې پروا کړنو پايله بولي . دا تر لمر روښانه خبره ده چې تاسو په خپل هيواد کې دمختلفو قومونوتر منځ اړېکې ،او هغو دښمنيو په هکله چي له بده مرغه دبهرنيانو په لمسون زموږ په ولس کې تر اوسه پاته دي نړيوالو پوځيانو او دهغوي مشرانو ته اړين معلومات ندۍ ور کړۍ،اوهغوي ته مخکې له دېنه چې په هغو ټولنيزو عنعنوي او دوديزو باريکو يې پوه کړۍ کوم چې زمونږ په ټولنه کې شته او رواج لري دځان دحاکميت دساتلو لپاره دپوځې عملياتوميدان دومره آزاد پ� �ېښود،چې ډير ژر يې دناخوالواو تير وتنو اوازې تر اروپا او امريکا ورسېدلې . دا بايد ومنو چې تاسو هيڅ وخت دولس دږغ داورېدو تکل ندی کړی ، فکر کوی هر څه دپردو په زوراو ځواک په استعمال سمېږې . لوي شاعروهاب سرتير وايي : دسبا له مسئوليته که ويرېږې  =  له خپل شومه عاقبته که ويرېږې نو دخلکو مشوره اخله پکار کې =  دتاريخ له ملامته که وېرېږې  له نن څخه درې ورځي پخوا په افغانستان کې دناټو قوماندان په يوه راډيو يې مرکه کښي وايي : خوب هنگام که تمام اختيارات به آيساف وناتو واگذار شودنظر وراي افغانها هم تغير خواهد کرد.با وجود که مردم به تمام نيروهاي خارجي در افغانستان به چشم خارجي مي نگرند،اما با آن هم انها اين فرق رامي دانندوبه نيروهاي ايتلاف به عنوان نيروي تحت رهبري امريکا که شيوه عملکرد مخصوص به خود را دا� �ندمي نگرندو حتا برخي ها فکر ميکنند که نيروها ايتلاف فقط در پی تامين منافع خودشان هستند. اما وقتي اين مسله در مورد آيساف مطرح ميشود فرق واضح مي کند ،چون اين سازمان نظامي از کشورهاي مختلف تشکيل شده وبراي تامين ام نيت به يان جا آمده اند. دجنرال له خبرو نه واضح څرگنديږې چې ((غوا توره او شيدې سپينې دي )) يعني امريکا يي پوځ د� �ته خپلي ټاکلي موخي لري . موږ دا منو چې امريکا اوبل هر هيواد دمنل شوو نړيوالو اصولو پر اساس هرو مرو خپلي گټې لري او گواړې هغه خوندي وساتي . مگر زموږ غريب ملت ملي گټي او خپلواکي څوک ساتي ؟ تر قيامته بايد ټول ملت دپردو غلام وي چي خلکو ته دنه منلووړ کسان برچې په زور په خلکو ومنل شي ؟ او دبهرنيانو چي هر څه زړه غواړي بايد په پ� �اخ لاس يې تر سره کړې؟ خوستاسوله هغوي نه غوښتنه داده چې ستاسو مخالف په هر شکل ،ميتود اوهر نامه چې له منځه ځې بايد ولاړ شي ؛که ديوه نفر په خاطر کلې هم وران شي ،وراندي شي . افغان ميړنی شاعر پرځاي وايي : اوردي بل کړ دافغان ولس په کور =څه دې کېويسته بيا تل ته دتور گور آواره دې دجهان په هره خوا کړه =خدايه څه به لاوروښئ ته نور تاسو يو ځل خپل گرېوان ته سر ټيټ کړۍ ، تاسو ولس ته څه ورکړه ؟ دولسمشری ،اوجنگسالاروته په قانوني بڼۀ پارلمان سپارل ،ولي پر ولس لويه پېرزوينه بولۍ ؟ ستاسو دټولو کړنو نه بايد هغه څوک خوښ وي چې غواړې تل ددې ربړېدلي ولس ويني وزبېښې . دڅلوروکالو حکومتونو پايله ده چي اوس يو ځل بيا په افغانستان کې دشوروي پوځ دموجوديت پشان داروپا ،امريکا او کاناډا دښارونو په واټو کي څوک په جرات نشي ويلاي چې زه افغان يم ! ځکه هر ښار ته ددې ولس دنازولی يوه جنازه رارسېدلې ده . دلته بهر عام ولس حق لري ووايي چې ستاسو ح کومت نشي کولاي دخپلو خلکو سره گډه ژبه پيداکړې زموږ داولادو گناه څه ده ؟ چې هلته بايد ستاسو دحاکمانو دسات� �وپه خاطر ژوند له لاسه ورکړې؟. دافغان ولس ټول بهرنی او کورنی دښمنان ددغه ټکی په ارزښت ښه پو هيږې ، او دايې تاريخي ارمان دی . ځکه خو په خپل ټول ځواک تلاښ کوي يوځل بيا نړی وال له افغانستان څخه مخ اړولو ته مجبورکړې .پدې بايد پوره باور ولری چې پدغه نړيواله غميزه کې به افغانستان به يو ځل بيا قرباني کيږې ،تاسو ستر مسوليت لرۍ او م لت به هيڅکله تاسو ته عفه ونکړې . ښاغلی کرزی يو بل ځاي دخبرلوڅ دسوال په ځواب کې په خوښې سره وايي پوښتنه: ديوه امريکايي جنرال له خولې رسنيو رپوټ ورکړى چې گواکې طالبان له گاونډي پاکستان نه خپل عمليات اداره کوي دا هغه خبره ده چې افغان دولت له ډېرې پخوا څخه کوله . که دغه ادعا رښتيا وي ستاسو په گومان ولې نړيواله ټولنه په دې اړه څه نه کوي . ولسمشر: سوال په دغه ځاى کې دى ، زموږ مشکل او غوښتنه پردغه ځاى کې ده ، دا زما غږ دا څو ورځو وړاندې هم له نړيوالې ټولنې څخه همدا وه ، زه خوشحاله يم چې دې امريکې جنرال دا خبره کړې ده. کرزی صاحب ! تاسو ولي دامريکا يي جنرال په خبره دومره خوشحالی ښکاره کوی؟ که تاسو له امريکايانو سره دامنلې چې په افغانستان کې به دالقاعدې او ديوبنديانو کمبله ټولوۍ ،سوله به راځې او خلک به ارام او سوکاله ژوندته راگرځې ، وسله به ټولېږي ،دټوپکسالار او قوماندان نوم به له ورځنيزو خبرو او ادبياتو څخه ورکيږې ،قانونيت ،دعقيدې او بيان آزادي بهغوړېږي ،پدې موهم بايد له پخوانه سر خلاص واي چې دغو انساني موخو ته درسېدو لپاره له بهر نه او په کور کې دننه دمقاومت سره مخامخ کېږئ . لومړئ مو بايد مقاومت ختم کړی وای او بيامو ولس ته دخدمت لپاره ملاتړلې واي؛چې متاسفانه تاسو او ستاسو م لگرو هر څه سرچپه شروع کړه ، اوس ددي لپاره چي ځانته نجات ورکړی واياست (( زه په خپل کار ښه پوهيږم ))؛ تاسو په مرکه دا هم وويل (( افغانستان ډير نازک لوښی وو چې بايد په طوفان کې مو تر يوه ځايه رسولاى واي او دالوښى ستاسو په لاس کې وو)) ، مگر دانه معلوميږي چې دا لوښی چا ستاسو پلاس درکړه او دڅه لپاره ؟ داسې جوتيږي چې دا لوښی تاسو ماتوۍ ؛او تاسو يې دخپلو او خپلو پلويانو دگټوساتلو په خاطر تر گودره نشۍ رسولاي . تاسو له افغان ولس سره يوه هغه وعده هم چې هغه دي ددې هيواد او ولس په ژوند کې دمعين او بنسټيز اوښتون لپاره لاره هواره کړې تر سره نکړه ، پر نيمه لار ستومانه غوندي ولاړ ياست ،او تر اوسه هم ستاسو دټولې اداري تلاښ دوعدو ورکول دي . متل دی وايي : ((بزک بزک نه مر که جولغمان ميرسد)) . خو دا چې دلغمان اوربشې به کله رسيږي يو خداي پاک پري پوهيږي . اوس راځو اساسي مطلب ته ؛ تاسو او ستاسو ټوله اداره کولاي شی ووايي چې تاسو دروزگان دخلکو سره پدغوتر څلوروک� �ونوزياته موده کې کومې مرستي کړی دې ؟ هلته مو څومره ښونځۍ ،دعالي يامنځنيومسلکي تحصيلاتو کومه مؤسسه جوړه کړېده ؟ څوروغتونونه ،پوليکلېنيکونه او درملتونونه شته ؟ څومره خلکو ته کار پيداسوی ؟ دهغه ولايت په دولتي اداره کې ستاسو دواک له لمړی ورځي بيا تر اوسه څومره مسلکې کسان مقرر شوی ؟ ددغه ولايت کوم ځوان ،کوم ماشوم ،ته مو بهر ته خو پرېږده کابل ته ددرتگ امکانات برابر کړې او يامو هغه لکه دقوماندانانو يا نوروصاحبانو داو� �ادونو په ډول نازولی دی؟ کومه توليدي مؤسسه ،ورکشاف هلته ددولت اوياددولت په هڅونه دبهرنيانو لخوا جوړ سوی دی ؟ داوبو لگولو سيستم ،کاريزونه ،ويالې ،لاري او سړکونه چيرته او څومره جوړ شوې دی ؛ دا دکندهار روزگان � �ويه لار به کله اساسي جوړه شي ؟ دولسواليو تر منځ په لارو خبر ياست؟ دگيزاب دولسوالی دخلکو ستونزه ولي نه ح� �وۍ ؟ دپاکو اوبو ،برېښڼا اونورو ټولنيزو خدماتو خو څوک نوم نه اخلې ،ولي دهيواد په لوړو او مسلکي مؤسسو کې د� �وزگان زلمي نه ليدل کېږي ؟ دغه ته تاسو متوازن معارف واياست ؟ په روزگان کې ولي کومه ورځپاڼه ،اونيزه او يا مياشتنۍ نه ليد کيږي ؟ که تاسو نه ياست خبر زه به مو له اروپانه خبر کړم چې هلته دماشومانو دت� �بيي لپاره هيڅ نشته ،هلته هيڅ ډول کتابتون درک نلري ، دپارلما ن له دو تنو وکيلانو پرته په کومه دولتي لوړه څوکی کښي مو دروزگان له ولايت نه يو مستحق سړي ته ځاي ورکړئ ؟ او رېدلې مي دي چې، واياست هلته( روزگان ) کې باسواده څوک نشته ؛ بلې دارښتياده ، له ظاهر شاه نه تر تاسو پورې ټولو چارواکو کوښښ کړی دی ددې ولايت خلک او ځوان نسل دتمدن ،معارف او تخنيک له هوساينو څخه محروم وساتی،ځکه هم ځانته حق ورکوئ او واياست چې هغوي باسواده نلري . مگر دا لويه تير وتنه ده، روزگان په خپله غيږ کې داسي مسلکي کسان رزولې چې د بلې هرې سيمي په پرتله يوازي په شمير کښې کمۍ لري . که رښتيا ووايو په ټول افغانستان کې اداري فساد ،لوږي ،بيکاری ، ناروغيو،دقومونو تر منځ په لوي لاس اختلاف اچونو ،ددې غيرتی ولس توهين او سپکاوی ،دهيروئينو او تاريکاو سوداگريو،په دولت کې دبنسټپالو او ټلوالو،په بهر کې دپردو پلاس جوړسوو جنرالانو ،مارشالانو او نورو ،نورو رتبو خاندانوکړنو، دغو ټولو ناخوالو داسې لاس سره ورکړی دی چې اوس تاسو هم دا ملت دالقاعدي په نامه دژوند له نعمت څخه بې برخي کوی . کرزی صاحب ! په پښتنو کې يو متل دی وايي (( په زور کلي نه کيږې )) دايوه فلسفي خبره ده ، تاسو بايد دانگليسانواو � �ورويانو له تجرېبو نه پدي پوه اوسی چې که هر څومره دطالبانو او القاعدي په نامه دابيگناه ولس دبهرنيو بمونو او توغنديو قرباني کړۍ او يا يې په بهرنيانو بې عزته کړی ،دې ولس هيڅ وخت په زور دتسليمی سرنه دۍ ټيټ کړی ، فکر کوم چې بدل شوی هم نه دی . ښه خبره داده، چې ولس ته پناه وروړی او پر خبرو يې غوږ ونيسی ،هغوي ستاسو نه هغه څه چې تاسو دي معجزه وکړی نه غواړې ،هغوي تر تاسو زيات ستاسو په واک او صلاحيت پوهيږې ،هر څوک چې له بي بي سي سره ستاسو وروستی مرکه ولولې او يا يې واوری په هر څه يې سرخلاصېږې ،او پوهيږې چې تاسو دلته دڅومره واک خاوندان ياست ! خپلو پلويانوته وواياست چي بس دی ،ځکه دومره پيسې يې واخيستي چې دهر يوه ، ديوه نسل دلگښت کفايت کوي . دا ملک ، دپرديو پلاس جوړ شوو تنظيمو ،ډلو ټپلو او هغه چې ځانونه دقومونو او سيمو ټيکداران بولي م گر که همدا اوس دټوپک زور نه وي يوه شيبه هم هغوي هلته نسي اوسېداي ، نه جوړيږي او نه يې هم بايد له هغوي نه دجوړېدو اميد وشې؛ تاسو اوهر بل دسالم عقل خاوندته داڅرگنده ده چې دوي تل په خړو اوبو کې ماهيان نيسې، دوي دولس له ښيرازیو او بسياژوند سره ځکه علاقه نلري چې په هغه صورت کې دځان نابودي وينی . کوښښ وکړئ چې تر ابده په ليوانو رمې ونه ساتۍ . خبره داده چې بهرنيو قواوو دطالبانودځپلو په نامه دترينکوټ ددريو کليوولس پداسي حال کښې چې دغ� �يبۍ په خواږه خوب ويده وه د شپې لخواپه پرله پسې توګه بمبارد کړ، په همدغو بمباريو کې تر سلو زيات ولسی خلک مړه او ټپيان شول ، اوپه سل ګونو نور دخپلو کورونو او کليو پرېښېدو ته مجبور شول . نه پوهېږم چې ولې تر پوځی عملياتو وروسته تل داسې ويل کيږې چې : ددغي يا هغي سيمي،يا کلې په شا وخواه کې موږ ته دطالبانو دموجوديت په هکله معلومات راکړه شو، ومو غوښتل چې ژوندی يې ونيسو، خو هغوي دخلکو په کورو ورننوتل ، ځکه مودمجبوريت له مخې بمباری وکړې ؛ دا دليل واقعا دخندا وړده، ځکه که طالبان دخلکو په کورونو ننوتلی وې ، بيا يې نو بمباريو ته هيڅ ډول اړېينه ن� �ته ، ديوې لنډې مودې د محاصرې په پايله کې دهغو ژوندی نيول يوه ډيره اسانه اوساده خبره ده . هوايي او ځمکنې غښتلو عملياتو، دخلکو وژنو او دکليو ورانيو ته اصلأ کومه اړتيا نه ليدل کيږې ؟. پدې بايد ټوله نړی پوه شی چې د� �وزگان غريب او دربدره ولس لکه دهيواد دنورو ولاياتو غيرتی خلک دالقاعدي او نړيوالو طرحه گرو سره هيڅ ډول تړاو نلرې . په هيواد کې اوسنی نا ارامی ،ځان وژنې،پر ښارونودراکټو اورول ،دښوونځيو سوځول او نور دافغان بيگناه ولس کار ندی ، بلکې دا دبهرنيانو تر منځ په افغانستان کې دنړی والو غچ اخيستنو، پاکستانې جنرالانو او بنسټپالو ،په دولت کې داداري فساد ،رشوت ،زور زياتيو ،بې عدالتيو،ددوه مخو تنظيمو،دټلوالو او مقاومتونو دډلو،دبهرنيو ځواکونو دنوکرانو،جاسوسانو او لاس پوڅو، دقدرت دتږواو هيروئينو دسوداگرودهغه زيار ثمره ده کوم چې د خپل ټول واک او ځواک نه په گټه اخيستو سره يې په هيواد کې دعمومې بې ثباتۍ او نا ارامه حالت دراوستلو لپاره تر سره کوی . دروزگان او نورو ولاياتو دخلکو زورونه او پر هغوي بم اورۍ په هيڅ دول موجه کيداي نشي . څومره چې القاعده ،پاکستاني جنرالان ،او نور بهرنی هيوادونه دافغانستان دلانجې او شخړي په تاوده دوام کې ملامت گڼل کيداي شی په هغه پيمانه همدا اوسنۍ اداره هم په خپلو کړنوسره ستر مسوليت پغاړه لري . دا طبعي ده دهغه ولايت او سيمي خلک چې دولت ورسره دميرېزي ورور کړنه کوې او په ټيټه سترگه ورته گورې ،که څوک وغواړي او يانه ،هغه خلک دطالب چارواکو او القاعدي دترهگر سازمان د دام په لوموکښې را جار وزي . دروزگان ولايت دبهرنيانو پلاس جوړې شوې ادارې اوهغو بهرنيانو چي ويل به يې موږ دالقاعدي او بنسټپالو دجرړو دايستلو لپاره راغلي يوپه طالبستان بدل کړ. اوس ددې سوځېدلي سيمې خلک دنورو دگناهونو په کفاره هره ورځ لوي او واړه نارينه اوښځې خپل خوږ ژوند دلاسه ورکوې ،کله چې په اسمان کې دالوتکې ږغ شۍ، ماشومان رېږدې او په سمڅو ننوزې !!! کرزی صاحب دا ددوي دکومي گناه ادأ ده ؟ دنړيوالو نه مې غوښتنه داده چې دړندو عملياتو نه لاس واخلی،دافغاني چارواکو بېوسی او په هيواد کې دسولې سره دهغودعلاقي نه لرو لو ته جدي پاملرنه وکړې ،پر پاکستان ،ايران ،او يو شمير نورو هيوادو چې غواړې اروپا او امريکا په افغانستان کې په جگړه کښې ښکيل پاته وې سياسي ، دقيق ،جدي او پرېکړنده فشار راولې ، تر څو هغوي دترهگرو دوسلوال کولو او لېږلو څخه لاس په سرشې،دا دمنلو وړ نده چې دامريکا ددفاع وزير يې منی ، چې پاکستان او نور بهرنياپه روانه بې امنۍ کښې لاس لري ،مگر په سياسي ډگر کې بيا چوپ خوله پاته دي . که دجگړي دوام په افغانستان کې دزياتي مودي دپاته کيدو او يا پوځې اډو دجوړيدو په پلمه وي ،دايي لار نه بولم . ډيره به پرځاي وي چې دکرزی او دهغه له ادار ې نه دخلکو دغوښتنو سره سم حکومت کولو غوښتنه وشې . که طالب ډله مذهبې افراطي بولۍ ؟ نو داستاسو تر حمايې لاندي ټول تنظيمونه په ريښه کې له هغوي سره کوم توپير نلري . په بنسټپالی دموکراسی راوستل لويه تير وتنه او ناشونۍ کاردی ،نه بايد ځان او نه هم افغان ولس او نړيوال وغو� �ول شي . له هغو افغانانو څخه چې پورته يادسول ، افغان دښمنه ځواکونه يې په هيواد کې داسلام او وطن څخه ددفاع په نامه جگړې ته هڅوې غوښتنه داده تر څو دغه ټکې ته کوټلې پاملرنه وکړې ،چې هلته او دلته داوړه افغانان مرې ؛ زموږ هيواد په کنډواله بدلېږې ،په ټوله نړی کښې دوحشی او قاتل قوم په نوم يو ځل بيا شهرت راکول کيږې ،خپله غواړې په تمدن کې ژوند وکړی او ددنيا له ټولو نعمتونه برخمن اوسی ،ولي موږ ته وايي : جگړه دي ددنيا او اخيرت توښه ده . ځوان زلمي ته وايي په ځان پسې بمان وتړه اوځان ددوي په اصطلاح کافرو سره يو ځايوالوزه وه ،دخداي (ج) ديدارته به ولاسړ شې ،مگر هيڅوک دا پوښتنه نه کوې چې دغه سواب ولې خپله دغه ښاغلئ چې نور هڅوې نه غواړي تر لاسه کړې ؟ هيواد والو څرگند او تريخ حقيقت دادۍ که داځل بهرنيانو زمونږدهيواد نه مخ واړاوه ،پاکستانی ملايان ،آي آيس آي ،ايراني اخوندان او عربي شيخان، ليري او نږدې پراته دښمنان به دافغان بنسټپالواو ملي يووالي د دښمنو عناصرو پوسيله داځل زموږ دا پريشانه ولس داسی له پرېشانی سره مخامخ کړي چې بيا به يې دخلاصو ن لاره څوک موندلاي نشې . څوک به داسلام ،څوک به دشمالستان ،جنوبستان ،غربستان او شرقستان نارېوهې ،او څوک به بيا بل څه غواړې ، بيا به تلويزيون او راډيو په درخته ځړېږې ،مطبوعات به ورک او دښوونځيو او پوهنتونوپر ځاي به ديوبندي تهران او عربی مدرسو دروازې خلاصی شي ،ښځه به دڅلورو ديوالو زندانی ، او قوماندانان به چړچې کوې . درنو هيوادوالو !جگړه په هره موخه چې وي زموږ دولس او هيواد په گټه نه بلکې دهغو په گټه ده کوم چې تاسو هم ځيني ناراضه او خفه ياست . پ� �دی پردی دي ،هر څوک چې وی ؛ راشی دهغو سره سيالي وکړو چې دځمکو ،غرونو ، رودونو او فضانه دخپلو خلکو په گټه کار اخلي ،هغوي هستوی وسلې جوړوي او موږ ته وايي : تر پنج کتاب تير نشې . سر تير صاحب وايي : زه چې کوم څه گورمه = تاسو هغه نه وينئ سترگې دي رڼې زما= ستاسو خو شبکورېدي تاسو دغه ستر جهان= بس يوه حلقه گو� �ئ زه له حلقې وتی يم = هيلې مې سر زورې دي   ",چا روزگان په طالبستان بدل کړ ؟ (دغمخور لیکنه ) 3824,ولي شاه طبيب,"  ولي شاه طبيب ليکنه کندهار/افغانستان هغه دکمپيوترشاته ناست و دکمپیوترموږک يي په راسته لاس کي نيولی و کله به يي شا اوخوا راګرزاوه اوکله به يي داشاري اويا منځوي ګوته دموږک له پاسه کښيکښل او کليک کليک به یی دوړي کوټي چوپتيا ماتوله،اودچايودغوړپ کولوسورهاري به يي دکمپيوتردکليک کليک ږغ په ځان کښي ورک کړ .دسهار راهيسي یي ښايسته ډيرکارکړی و.اوډيرکارونه لاورته پاته ړددفترامردتيرودرومياشتوراپورځني غوښتی ړچه په کمپیوترکښي يي داخل کړي .دادجانان لپاره لوی ازمون و هغه دانوکري په ډیرو ربړواوزحمتولاس ته راوړي وه دنوکري يوشرط داو چه جانان به پسله وخته دريس صاحب زوی اولورته کمپيوتر ورزده کوي ،پسله رسمي وخته به دريس صاحب کورته ورځي او دوه ساعته به نيلو او زمري ته دکمپيوتر درس و� �کوي ،دکاردشروع يي ډیري لږي ورځي تيري سوي وي کوښښ يي کاوه چه په کارکښي هيڅ کمۍ نه وي .مخکنی کمپيوترکارټول ددفترکمپيوتري اسناد وران اويا داسي کنګل کړي وه چه بل چا هغه ته لاره نه سوای پيداکولای ،نوجانان غريب به ټول کاغذي اسناد يو په يو کتل اودهغه څخه به يي ارقام اوشميري راټولولي اودهغه څخه به يي مياشتني راپورونه جوړول . ايله چه ددوومياشتو راپوريي برابر کړی ړ اولګيا ړچه ددريمي مياشتي راپورهم جوړکړي .دالماري نه به يي په خاورو اودوړوککړي دوسيي رااخيستلي اودهغوڅخه به يي لازم معلومات راټولاوه. دوسيه يي پرله اړوله چه دکوټي دروازه خلاصه سوه اوددفترچپراسي راننوت اوپه داسي حال کښي چه دنصواروډبۍ يي په لاس کي سره اړاوه جانان ته وويل ياره ريس صاحب غوښتی يي ،ورسه، بي خاره نن دريس صاحب طبيعت ښه دی . جانان لاسونه په دستمال پاک کړه ،� �ستوني يي راکښته کړه ، وړه کتابچه ورسره واخيستل اودريس کوټي ته ورننوت ،جانان څه تلولی ړ سلام يي وکړ ريس چه په تيليفون لګيا ړ دسرپه اشاره دجانان سلام ته جواب ووايه اومقابل طرف ته وويل انجينير صاحب ته يو سم ټيکه دار راپيداکه چه دغه زما مارکيټ ګي راجوړکي ، کوچنی مارکيټ دی دري منزله دی ،ما خوډيري پروژيت تاته درکړي دي نواوس ستا واردي ،ريس دمقابل طرف دخبروداوريدولپاره يوه شيبه چوپ ړ،بيايي وويل ښه دی خو زه غواړم چه داما� �کيټ ژرجوړسي ،تاته خومعلومه ده چه دحکومت چوکي نن سته سبا نه سته اوبياشخصي کارډيرښه دی ،نوري خبري په تي� �يفون نه کيږي سبا شپه ډوډي ته راسه پوره مجلس به وکړو دخدای په امان ،ريس صاحب ګوشي کښيښوده او جانان يي داسي مخاطب کي :هلکه داسي سخت نوم دي دی هيرمي سو وايه نوم دي څه دی دانو خدای ج ته ښکاره ده چه رشتيا يي ويل او که يي قصداځان ناګاره اچاوه چه ديو ادنا مامورنوم ډيرژر زده کړي ، جانان وروړاندي سو اوويل چه صاحب نوم مي جانان دی ، ريس وويل چه راپورڅنګه سو ؟ جانان اوس جواب ورکاوه ريس موقع ورنکړه اوويل چه په دروورځوکښي راپورغواړم او ددي لپاره مي راوغوښتي چه زه کابل ته راپوردځانه سره وړم اوهلته يي په پروجکټرپه لويه جلسه کي ښکاره کوم ،فکردي ونيسه چه وزيرصاحب هم هغه جلسي ته راځي اوښه ښه ګرافونه جوړکه ،هغه دکندز ريس داسي ښه رنګارنګ ګرافونه جوړکړي وه داغسي ګرافونه به جوړوي هغه دايروي ګرافونه دي هير نه سي ،او بل زمری اونيلو څنګه دي کمپيوترزده کوي که نه؟ جانان موقع غنيمت وګڼل غوښتل يي چه ووايي چه هغوی تراوسه واړه ماشومان دي ،دوي بايد په دي سن کښي يوازي دښوونځي درس ووايي خوريس دده خبره په خوله کي وروچه کړه وويل مهرباني مهرباني ځه ورسه کاروکړه ، جانان همداسي راووت، کله چه کوټي ته راغي دکوټي ملګری يي هم راغلی و هغه مسن سړی و په مامور اغا مشهوره و پخوانی م امورړ اوښه ټايپيست هم ړ خو دکمپيوتر څخه يي بدراتلل جانان يی هم ترسترګوښه نه ايسيدي او کله کله به يي برملا ويل چه داداوس زماني ځوانان داسي دي لکه کبان که دي دکمپيوتره ليري کړه بس صاحبي منه ته به وايه چه مړه سوه ، که برق نه ړ دوی لاس تر زنه ناست دي . جانان دماموراغا ډيراحترام کاوه، هغه به هرڅه ويل خوجانان به په خنداهرڅه ختم کړه . جانان پرچوکی کښيناست او ديوڅوشيبولپاره په چرتونو کښي ډوب شو ، سترګي يي سره وموښلي اوکمپيوتريي چالانه کړ ،هم هغه کليک کليک بيا شروع ثسو.مامور اغا راولاړ سو دجانان په خواکښي همداسي چپ ود� �يد ،لاسونه يي پرځيګريوتربله سره تيرکړي وه او کمپيوترته يي کتله ،جانان دايکسيل پاڼه خلاصه کړي وه او اعداد يي داخلول ،ماموراغا پوښتنه وکړه چه ته اوس ماته ووايه چه ته څه کوي ،جانان ورته وويل چه په دغه جدول کښي څومره اعداد دي ،داته په څومره وخت کي جمع کوي ،ماموروويل ياره په لس دقيقي کي به وسي ،جانان ورته وويل چه ګوره په دايوه کليک داټوله اعداد جمع کوي ،ماموراغا وليدل چه رشتيا هم همداسي ده ،ژر يي کلکوليتر دجيبه � �اويوست اودامتحان لپاره يي يوستون جمع کړ درست همداسي حاصل جمع يي ورکړ ،جانان ورته وويل چه ګوره زه اوس تاته ښيم چه زموږددفترفعاليت په تيرودوو مياشتو کي څه ډول دی ،په ګرافو خوبه پوهيږي . ماموراغا چه دکمپيوترت� �اغيزي لاندي راغلی ړ وويل هوياره دبودجي پلان ما دګراف په ډول جوړاوه پنسل ،رنګه قلمان اوپنسل پاک به مي کار کاوه ، جانان ورته وويل ګوره په یوه کلپک ګراف جوړوم ،ماموراغا وليدل چه څه ډول ښکلی ګراف په کمپيوترکښي جوړسو ،ماموراغا وليدل چه دبودجي مصرف په فيصدي په هره مياشت کي په ښکاره ډول معلوميږي ،دبودجي بلانس اونو� �جزيات ښکاري ، جانان څه نوري اساني مانوري ورته عملآ ښکاره کړي .نورنو دماموراغا باور پرکمپيوترپيداسوی و او جانان ته يي هم نيت سم سوی و . جانان پوهيده چه راپور خوبه جوړوي او بيابه هغه وريس ته تشريح کوي ځکه هغه په کمپيوتر نه پوهيده اوهغه بيا داټول راپوردوزارت په عمومي جلسه کی تشريح کوي، دجانان لپاره دراپو� �جوړول ګران کار نه و بلکه دريس پوهول ډیر ورته ګران و ځکه هغه حتی دکمپيوتر په اساساتو هم نه و خبر . دبلي خوا کمپيوتر هم پخواني و او چټک نه ړ کوم نوی کمپيوتر چه دفتر ته راغلی ړ هغه ريس صاحب کورته وړی و . جانان مجبوره و چه داټولي سختۍ‍ او ناخوالي پرځان يوسي ،ځکه چه دادجانان لمړي نوکري وه او غوښتل يي چه ثابت قدمه اوهوډمن واوسي .  هرماسپښين به دريس صاحب ماشومانو ته تلی او هغوی چه دښوونځۍ په دريم او څلورم ټولګۍ کي وه دکم پيوتر درس ورکاوه ،خودبده مرغه هغوی دکمپيوتري لوبوسره زياته مينه لرله ، جانان کوښښ کاوه چه هغوی ته څه زده کړي. بالاخره جانان ددرومياشتوراپور جوړکړ .اوس دکارسخته اوګرانه برخه پاته وه هغه دريس پوهول وه . ریس ته ورغی پسله سلامه يي ورته وويل صاحبه راپورتياردی . ريس وويل ډيرښه ماسپښين چه ددرس لپاره راځي ماته يي تش� �يح که . جانان کوټي ته راغی او راپوريي په فلش(دمعلوماتودساتلو وړوکي اله) کي کافي کړ، اوماسپښين دريس کورته ورغی لمړی يي ماشومانو سره کار وکړ ، ريس صاحب ته څو ميلمانه راغلي وه . مازديګر مهال ړ چه ريس دميلمنو څخه فا� �غه سو ،مستقيم دماشومانو کوټي ته راغی ،جانان ورته ولاړسو سلام يي وکۍ .ريس دسرپه اشاره وعليک کۍ اوماشومانو ته يي وويل چه کور کښي لوبي وکړي ،جانان مخکي له مخکي فلش کمپيوتر سره پيوندکړی و څوځله يي کليک کليک وکړ او � �اپور يي دکمپيوترپرمخ راووست،ريس ته يي تشريحات شروع کړه ،هره پاڼه يي ورته تشريح کړه خو ريس بيچاره به په هيڅ نه ړپوه ،دري ځله يي ټوله راپورورته په زور اوزيرورته ووايه اوهمدارنګه يي دممکنه سوالونو جوابونه هم و� �ته وويل ،ريس ټول مهم ټکي وليکل ،اوجانان ته يي رخصت ورکړ ،جانان ډير خوشحاله ړ چه بالاخره يي راپورجوړکړی و،يوازنۍ انديښنه يي داوه چه راپوريي په کابل کي قبول سي ،اوريس هغه په درست ډول شرحه کړي .څوورځي وروسته کله چه راورسيدی نوډيرخوشحاله و ځکه چه وزيرصاحب ورته دښه کارکولورسمي تصديقنامه ورکړي‌‌ وه . خواري اوزح متونه جانان يوړل امتيازات دجناب ريس حق دی.   ", کمپيوتر 3825,," نن ناوخته د ننګرها ولايت د تورخم سرحدى ښارګوټې د ګمرک نوې عصرى ودانۍ د يولړ رسمى مراسمو په ترځ کې د افغانستان د ماليې د وزير ډاکتر انورالحق احدى له خواچې په افغانستان کې د اروپايى ټولنې استازى او دننګرها والى شيرزوى هم ورسره ملګرى وو،پرانيستل شوه . نوم وړى ودانۍ چې په ډير عصرى ډول د اروپايى ټولنې د ٣ ميليون او ٨ سوو زرو ډالرو په لګښت جوړه شوې، ملى سوداګرو او نورواړوندو چارو کې د پام وړ اسانتياوې لري. ",د تورخم دګمرک ودانۍ ګټې اخيستو ته چمتو شوه 3826,فـيـروزخـان صادق,"  فـيـروزخـان صادق خداې بخښلی ډاکــټـرکــبـيـرســتـوری د پښتون قام او ژبې په دنيا کښې يو داسې قدآور او معتبر نوم دی چې د � �خصيت فکر  او فن اوازې او انګازې ئې په هر لور خورې ورې دى او د هر چا په زړه کې ئې ځان ته ځاې جوړ کړی دی د هغه سپين سپيځلی شخصيت روڼ روښانه تــندی خوږه او پسته لهجه په خبرو کې د پوهې ا و علميت نښې مهذب او مودب انداز د هر چا احترام او هر چا سره مينه د خپل قا م او ژبې د خوشحالۍ او سوکالۍ د پاره هر وخت هلې ځلې د تعليم د اهميت  او افاديت نه خپل قام خبرول د نوموړى د ژوند  تر ټولو  لوئې مرام  ؤ.ارواښاد د لوړو زده کړو نه پس د جرم نى په هيواد کې د ډاکــټــرۍ پيشه خپله کړې وه چې غوښتل ئې له هم دې لارې څخه د انسانيت خدمت وکړى  او که چیرې م ونږ د ډاکــټــرســـتـورى په ژوند نظر واچوؤ نو هغه پخپل دغه نيک مقصد کې تر ډيره حده پورې بريالى توب تر � �اسه  کړی ؤ. هغه يو مستقـل مزاجه انسان ؤ ځکه نو  په  سفر او حضر داخل او خارج شپه او ورځ غرض دا چې هر وخت د خپل  مقصد  حيات د پاره  متحرک ؤ او هغه د انسانيت د خدمت ترڅنګ د خپلې ژبې ادب او خپل قام د پرمختګ او ښيرازۍ فلسفه وه چې نوموړى ددې غرض دپاره خپل ټول خوبونه ارائشونه او سهولتونه  قربان  کړى وو هغه د پښتون قام د يو والى تعليم ترقۍ  او خوشحالۍ  ډير ارمانى اوداعى ؤ. او هم له دې مقصد د پاره ئې  د ليک  � �وست  موثره  او معتبره لاره خپله  کړې وه او بيا ئې د خپل  قام د اسانۍ  د پاره د ادب  دواړه  څانګې  نظم او نثر خپل  کړى ا و غوره  کړى وو  په ذهنى  توګه  هغه  يو  انقلابى او بالغ  نظر  شاعر  اديب ؤ  په جسمانى توګه هغه نسبتاً  کمزوری  ؤ خو خوئى ئې دروند او خصلت  ئې مضبوط. طبعاً هغه يو چست او چابک سړی ؤ مزاج ئې نرم او نفيس ؤ خبرې ئې خوږې هم وې او درنې هم بلکې ټولې خبرې ئې د کار وې بنيادى طور يو بې ا زاره او بې ضرره ؤ او د هر چا سره ئې تعلق او تړون بيخى بې غرضه  او بې لالچه ؤ پخپله ئې تعلق د پښتنو د يوسفزو قبيلې سره ؤ خو په مجموعى توګه هر پښتون ئې د سترګو تور اود زړۀ ټکور ګڼلو. هم دغه وجه ده چې خپل ټول ژوند ئې د پښتو او پښتنو دپاره بخښلی ؤ. او که هغه هر څو د جرمنى غوندې کاروبارى ملک او مادى ماحول کښې اوسيدو بلکې هغه په بنيادى توګه د دوؤ پيسو ګټلو په خاطر د مسافرۍ دغه اذيت ناک او کربناک ژوند ته غاړه ايښې وه خو سره ددې ئې خپل قام او خپله ژبه يو ساعت هم له خياله نۀ ده ويستې او دجرمنى څخه ئې هم د پښتو مطبوعاتو پښتنو � �اعرانو، اديبانو، صحافيانو  او نورو اړو ندو کسانو سره برابر تماس نيولی دی بلکې په ديار غير کښې ئې دپښتنو د ترقۍ شناخت او پرمختګ په خاطر د پښتون سوشل ډيموکريټک پارټى جوړه کړې وه چې د خپل  قام او ژبې د خدمت په  اړوند ئې ډير فعال او يادګار رول لوبولی دی هم په دې دوران کښې به چې هر کله په افغانستان، پاکستان يا بل کوم هيواد کښې کومه غونډه جوړه شوه نو ډاکټر کبير ستورى به ارو مرو ځان ور رسولو او دخپل قام او ژبې د نمائندګۍ حق به ئې ادا کولو. په تيره بيا کله به چې پيښور ته راغلو نو دلته به ئې خامخا په ادبى او ثقافتى غونډو کښې هم ګډون کولو او ددې ځاې د شاعرانو، اديبانو، هنرمندانو او صحافيانو نه علاوه به قام پرستو سياستم دارانو سره هم ئې ليدل کتل کول او د دوى سره به ئې دپښتو ژبې او پښتون قام په موجوده حالاتو اوږدۀ اوږدۀ علمى بحثونه کول. او هم دغه ادبى او ثقافتى تعلق او تړون ؤ چې د ستورى فکر او فن ته ئې لانوره ښکلا او ځلا ورکړې وه. او هم دغه Coommitment ؤ چې ستوری ئې پخپل مقصد کښې د برياليتوب تر مقامه رسولی ؤ. او د هغۀ په فکر او پوهې کښې د پوخوالى او پرخوالى سبب ګرځيدلی ؤ. د ارواښاد د خبرو اکثر موضوع به دپښتون قام ماضى، حال او مستقبل ؤ. هم په دې موضوع به ستورى د هر چا سره بحثونه کول د هر چا وړانديزونه او دليلونه به ئې په ډيره توجو او رغبت سره اوريدل. او بيا به ئې ترې د ضرورت په وخت استفاده هم کوله.هر کله چې د پښتنو  په لوئې کور افغانستان روسى يرغلګرو تيری وکړو او سمسور افغانستان ئې د بارودو په شنو لوخړو کښې لولپه کړو نو د يو افغان په حيث ډاکټر کبير ستوری هم په دغو لوخړو کښې در په ديکه شو او د حالاتو دغه طوفان ډير وخوځولو او وې ځنګولو خو د حالاتو مقابله ئې ډيره په جرات او استقام ت سره وکړه. په قول د رحمان بابا(رح) چې: لکه ونه مستقيم پخپل مقام يم کۀ خزان راباندې راشى کۀ بهار او بيا هر کله چې د جهاد په مقدسه فريضه ترسره کولو افغانانو خپل دښمن ته ماتې ورکړه نو لکه د نورو افغانانو کــبــيـر ستوری هم خوشحال شو په دې هيله چې زمونږ هيواد به يو ځل بيا سمسور شى خو متاسفانه چې د روسى تيرى نه پس افغانستان کې خپل منځى جنګونه  شروع شول او بيا افغانستان داسې لوټې لوټې شو چې  په کنډواله  ياد  شو خو ســـتـورى بيا هم همت ونۀ بائيللو او په قـول د خوشحال خان خټک چې:",ډاکـټـر کبـيـرسـتوری او سندريز پـيغـام 3827,," نن له غرمې مخکې د لسو بجو شاو خواد خوست ولايت د يعقوبيو په ولسوالۍ کې د ائيتلافى ځواکونو د موټرو په کاروان ځانمرګۍ بريد شوي دي ، چې له امله يې د خوست د امنيتى چارواکو په وينا په خپله ځانمرګى او يو ٧ کلن ماشوم وژل شوي او ٦ تنه نور ټپيان شوي دي . چارواکو منلې چې په ټپيانو کې ٢ تنه امريکايى عسکر او ٤ تنه ماشومان شامل دي . دچارواکو له خولې دبريد موخه دامريکايى ځواکونو د موټرو کاروان وو، چې له امله يې د دوى يو موټر ويجاړ شوي دي. يو طالب وياند د بريد پړه منلې او وايى ١١ تنه افغان او امريکايى عسکر يې په بريد کې وژلى دي. ",خوست کې امريکايان تر ځانمرګى بريد لاندې راغلي 3828,," د کابل د امنيه قوماندانۍ د جنايى جرمونو د څ انګې مشر على شاه پکتياوال نن په کابل خبرى رسنيو ته ددولت د ٧ تنو مخالفينو د نيولو رپوټ ورکړ او زياته يې کړه د قارى حکيم الله په مشرى د مخالفينو ٧ کسيزه ډله نن له غرمې مخکې په سيمه ايز وخت ١١ بجې د ښار په حاجى نو� �وز مارکيټ کې د پوليسو له خوا ونيول شوه . نوموړۍ وايى له نيول شوو کسانو څخه چاوديديونکى او ريموټ کنټرول توکى لاس ته راغلى او دغو کسانو نيت درلودچې کابل کې ځانمرګى او چاوديدونکى بريدونه ترسره کړي. عليشا زياته کړه پوليس ٣ ورځې د دوى لټون کوو.. ",کابل کې ددولت ٧ تنه مخالفين نيول شوي دي 3829,," هغه چاودنه چې نن غرمه دکندهارپه سرحدى ښا� �ګوټى سپين بولد ک کې وشوه ، له امله يې ٢ تنه ولسى وګړى مړه او ٨ تنه نور ټپيان شويدي .د سپين بولدک يو امنيتى چارواکى بينوا ته وويل چاودنه هغه مهال رامينځ ته شوې ده، چې يو تن ورانکار د ميوو په يو کارتن کې چاوديدونکى توکى ځاى پر ځاى کول .چاودنه د ويش بازار کې شوې ده . ",چاودنې سپين بولدک ١٠ تنه مړه او ټپيان کړي 3830,," د کندز د چاردرې ولسوالۍ د خوش تپې سيمې يو منځنى ښوونځي ته تيره شپه ناپيژانده کسانو اور اچولى ، چې له امله يې د چارواکو په ويناد ښوونځۍ نيمايى برخه سوي او زيات زيان يې اړولۍ دى.په دغه پېښه کې د چارواکو له خولې چاته دسرزيان نه دى رسيدلۍ. ",کندز کې يو ښوونځي ته اور اچول شوي 3831,," د بلخ ولايت دمزار شريف ښار د روغتون په کارته کې تيره شپه لس نيمې بجې د سيد رئيس تکيه خانې اور اخيستۍ چې له امله يې د تکيه خانې د يو چارواکىپه وينا ٢٠ زره ډا� �ره زيان رسيدلۍ او څو ټوکه قرانکريم په کې سوي دي .نوموړى کس ونه منله چې اورلګيدنه دې د بريښناد شارټۍ له امله رامينځ ته شوې وي .ده داکار د قران او پيغمبر د دښمنانو وباله او زياته يې کړه چې نور نه پوهيږى ، چې څوک دي ؟ پوليسو ويلى چې اور د بريښنا د شارټۍ له امله بل شوي دي. ",مزار شريف کې يوې تکيه خانې اور اخيستۍ . 3832,," د پروان پوليسو ديو لړ تصفيوى عملياتو په ترځ د بګرام ولسوالۍ له اړوندو سيمو څخه د توغندۍ ويشتونکو توغنديو ډير شمير مرمۍ ترلاسه کړې دي. په سيمه کې يو ځايى پوليس بينوا ته وويل په دې کې د هاوان، ارپى جې او بى ام يو (BM1 ) مرمۍ شته چې په ورانکاره عمل کې ترې نه کار اخيستل کيدلاى شو. ",پروان کې د ويشتونکو توغنديو مرمۍترلاسه شوې 3833,," ٢٠ ورځې وروسته يعنې د جولاى په ٣١ نيټه به انګريز ډګرجنرال ديويد ريچارد په رسمى توګه په افغانستان کې د ټولوبهرنيو ځواکونودنده په غاړه واخلى . کابل کې د ايساف دځواکونو يو وياند جګړن لوک کينيټيګ خبريالانو ته وويل افغانستان کې د ايساف تر مشرۍ دناټو ځواکونه ددغه هېواد په سهيل کې د امريکا تر مشرۍ لاندې د ائيتلافى ځواکونو څخه د قوماندې اخيستلو له پاره پوره او د لوړې کچې چمتوالۍ نيسې او لا د وړاندې په سيمه کې د ناټو ځواکونه څاى پر ځاى او جګړه ايزو فعاليتونو ته چمتو � �وي دي . نوموړى دا يودروند مسوليت وباله او زياته يې کړه چې هڅه به وشي چې هلته امنيت راشي او د بيارغاونې چارو له پاره لار اواره شي . ",ڼاټو دټولو بهرنيو ځواکونو قومانده په غاړه اخلى 3834,," ", 3835,"کانديد اکاډيمېسن م . انور( نوميا� �ی)"," کانديد اکاډيمېسن محمد انور نوميالی - ډنمارک هغه هیوادونه چي په سیاسي جغرا فیه کي يې رنګه قومونه او بېلا بېل تو کمونه د تا ریخي انتخاب په حکم د یو ځا یي ژوند دپا ره خوښ نا خوښه ځای پر ځای سوي وي، د کورني یا د باندني حالاتوله بدلونه سره يې هرو مرو دا پوښتنه منځ ته راځي چي د توکمیز نوعیت یا ایتنیکي هویت پرمادي او معنوي مشخصاتو يې د پوهني رڼا واچوله سي.په نونسمه پېړۍ کي چي د لویي برتانیې د اقتصادي پیاوړتیا او سیاسي پراختیا څپې د افغانستان سیمي ته نېغي راورسېدې نو د آسیایي ولسونو د پېژندني او څېړنیزي پوهني په بهیر کي د افغاني ولسونو پلټني ته هم ټینګه توجه راوګرزېده او ګڼ ختیځ پوهان دې کارته وجوغېده چي زموږ د رنګه قومونو پر سیاسي، کلتوري، ژبني او تاریخي م سایلو باندي یو زیات شمېر څېړني او پلټني سرته ورسوي.د دغي زمانې په دوران کي له پیاوړو انګریزي ختیځ پوهانو څخه یو هم هغه کړولئ څېړونکى او غښتلئ پلټونکی چي""هینري والټر بیلیو"" نومېدئ، د افغانانو پر بېلابېلو تاریخي، � �ومي، سیاسي او کلتوری اړخونو با ندي يې د یو زیات شمېر تالیفا تو په وسیله د کره پېژندني او سوتره پوهني ښه پو� �ه رڼا واچوله. نوموړي دخپلو څېړنو او پلټونو د جدي اهمیت په اړه داسي استدلال کاوه چي د افغانستان د خلګو وا� �عي پېژندنه او هراړخیزه پوهنه د برتانوي نفوذ له پوره بر یالیتوبه سره ډېره مرسته کولای سي. بیلیو په خپل هغه اثر کي چي ""د افغانستان توکمونه "" نومېږي یو ځای داسي وایي چي: "" د یوه قوم رشتیا نۍ پېژندنه پر هغه قوم د بري نیمه برخه ده"" . یو بل ځای بیا د خپلو مطا لعا تو په رڼا کي یوه پېړۍ وړاندي زموږ د نننیو بد مرغیو په باب داسي پېش ګویي کوي: "" ښا یي د منځنۍ آسیا په دغه ګوټ کي د سیاسي پېښو بهیر تر هغه ز یا ت د افغانستان خلګو ته د لوېدیځو ملتونو پام راوګرزوي، لکه څو نه چي د بر تا نوي هند له انګرېزانو سره د دوی تېرو جګړو، ورته  را وګرزاوه"". د""هینري وا� �ټر بیلیو"" هغه بې سارې لیکنه چي""د افغانستان د ایتنو ګرافۍ په باب یوه پلټنه"" نومېږي زموږ د هیواد د ټولو تا ریخي قومونو د پېژندني او د توکمونو د پوهني په باره کي په زړه پوري موا د لري. شپږ کا له پخوا چي د دې پښتو سوي ا ثر ځیني برخي ښا غلي عارف خزان د"" لېمه"" په مجله کي خپرېدوته چمتو کولې نو دا اړتیا لیده کېدله چي د عادي لوستونکو د لازیاتي پوهېدني دپا ره ځیني تخنیکي کلما ت ښه ترا رو ښا نه سي. ما د خزان صا حب له غوښتني سره سم یو شمېر څ� �ګندوني په وړاندي ترتیب وکښلي چي ښايې د عمومي معلوما تو له زیا تېد وسره هم مرسته کولای سي. اوس په داسي ح ال کي چي یو پلو له خپلو کره مأخذونوڅخه ډېرلیري لوېدلی یم خو بل پلو بیا ښاغلي خزان صا حب ما ته لیکلې بلنه � �اکړې ده چي په"" لېمه"" کي د"" هینری والټر بیلبو"" د هغي خـپرېدونکي څېړني د لازیاتي پوهېدني دپاره چي "" د افغا نستان د ایتنوګرا فۍ په باب یوه پلټنه""  نو مېږي ، ما ته په کا ر ده چي دایتنوګرافۍ او ایتنولوجۍ پر علمي مفا هیمو باندي یو څه زیا ته رڼا واچوم. د دې دپــاره چي د ویاړلي خزان صاحب او نورو لوستونکو ناز پر مځکه و نه لوېږي نو ځکه په تش لاس او وېجا ړه دماغ دې ته اړېږم چي یو څو تو ضیحي ټکي په دې باب ولیکم. د خبري سر باید د ایتنوس ( ETHNOS ) له کلمې څخه را وموښلوم .د ا یوه لرغونې یوناني کلمه ده چي چــا په "" نژاد""، چا په "" قوم"" او چا په "" ذ ا ت"" سره تعبیر کړې ده. خو د نن زمانې د یو علمي تعریف له مخي چي د ایتنوس دپا ره ټا کل سوی دی، نو ټیک معنا يې په اوسني وخت کي د پښتو ژبي د ""توکم"" له کلمې سره خوله په خوله برابرېدای سي. ځکه ایتنوس یا توکم په خپله خا صه ا صطلاحي معنا د وګړو هغه ثابت غوندي ټولنیز هویت افا ده کوي چي په ټا کلې سیمه کي په تاریخي لحاظ جوړسوی وي او د ژبي، کلتور، � �وحیاتو او ځاني احسا س ټا کلي خصوصیات يې، چي په نسبتي توګه ثبات لر ي، تر ځا نګړي نامه لاندي تثبیت کړي وي.د ایتنوس د کلمې له پیونده څخه یو زیات شمېر مشتقات منځ ته راغلي دي چي د هغو په جمله کي ایتنوګرافي او ایتنولوجي د هغو دوو علمي څانګو نومونه دي چي د نونسمي پېړۍ د انسان پېژندني یا انتروپولوجۍ پــــه څېړنو کي يې ځای نیولی دی. دغه دوې بېلا بېلي علمي څانګي، سره له هغه چي د واحدي مو ضوع یعني توکم، کلتوري حالات او خصوصیات د بېلابېلو دریځونو له مخي څېړي خو د نومونو د استعمال په بر خه کي يې په نړیواله سویه د پوهانو تر منځ یو لړمناقشې تیري سوي دي. همدغه منا قشې او مبا حثې بیا کـله نا کله د دې ستونزي سبب سوي دي چي د دغو د وو څا نګو ترمنځ مفهومي حد بندي د ابهام په ګــډ وډي کي ومروړي او له څېړونکو څخه سمه لاره ورکه کړي. په هغو کلونو کي چي د شرقي او غربي بلاکونو ترمنځ د سړې جګړې تودې ورځي وې، نو داسي اورېده کېده چي شرقي پوهان په خپلو څېړنو کي یوازي د ایتنوګرافۍ نوم غوره ګڼي خو غربي پوهان بیا د ایتنولوجۍ پر یوازني نامه با ندي ټینګا رکوي. معـنا  دا چي په هغه وخت کي علمي پ� �ېکړي هم د غټ سیاسي بېلتون ترنا وړي اغـېزې لاندي وې او توکمیزي  څېړني په ختیځ کي د ایتنوګرافۍ په نا مه او په لوېدیځ کي دایتنولوجۍ په نا مه یادېدلې.د دې د پاره چي نور هم د نړۍ په علمي محا فلو کي د د غو دوو څانګود نوموني تا ریخي سا بقه لږ څه په مستنده توګه روښا نه سي نو منا سبه يې ګڼم چي د لته زما د هغو پخوا نیو او نا چاپه یا دا ښتونوله جملې څخه چي د ملي او ایتنیکي مسایلو د تیورۍ په با ب مي لس دوولس کا له پخو ا را غونډ کړي وه، ځیني هغه تو ضیحي برخي دلته را وړاندي کړم چي له دې بحثه سره اړه لري:  ایتنوګرافي او ایتنولوجي :   دغه دواړي کلمې چي تردې اوسه لا د انګرېزي او روسي ژبو په ټ� �ولو دایرةالمعارفونو او قاموسونو کي له فرهنګي ارزښته یا استعماله څخه نه دي لوېدلي، د لفظي جوړښت له مخي په "" ایتنو پېژندنه"" او ""ایتنوپوهنه"" سره تر جمه کېدای سي. لومړۍ کلمه زیا تره د بشري طوایفو د بیان، د توکمونو د تش� �یح او د بېلابېلوا قوامو د ښووني په معنا راوړه سوې ده. خو دوهمه کلمه بیا د اقوامو د پوهني، د انساني توکمونو د پلټني او د بېلابېلو طوایفو د پېژندني په مفهوم ثبت سوې ده. د دې دواړو کلمو په معنا کي زیاترو غربي قاموسونو د نژادونو د پېژندني او یا پوهني عبا رتونه هم راوړي دي چي البته د "" ایتنو"" د مخوندي افاده يې د معمول له مخي په "" نژاد "" سره کړې ده. په ځینو مواردو کي دې کلماتو د مراد فونومو رنګ هم اخیستئ دى او هره یوه له هغې بلې سره یو شاني ګڼلې سوې ده. لاکن یو بل چیري بیا یوې کلمې ته پر هغې بلي باندي ترجیح ورکول سوې ده. د "" ایتنوګرافر"" او "" ایتنو� �وجیسټ"" نومونه هم له دوی څخه را وتلي دي چي د لفظي خصوصیت له مخي لومړی په "" توکم پېژندونکي"" او دوهم په"" توکم پوهېدونکي""  سره ترجمه کېدای سي.د بریتانیکا دایرةالمعارف د "" ایتنولوجۍ او ایتنوګرافۍ"" تر عنوان لاندي داسي لیکي:"" په واردواره کي په دغو نومو هغه علوم یادېده چي د بشري نژادونو د تا ریخ او خپرېدني چاري يې څېړلي. خو په اوسنیو زمانو کي، چیري چي وګړي په انګرېزي ژبه خبري کوي، هلته دا نومونه عموماً یوازي پر کلتوري څېړنو باندي ایښوول کېږي. ایتنوګرافي د هغو توصیفي څېړنو نوم دی چي د یوې ټا کلي سیمي پر ټاکلو قبـیلـو یا قومونو باندي ږغېږي خو ایتنولوجي بیا په زیا ته اندازه پر تیوریکي اړخو باندي بیان کوي. په انګلـنـډ کي دغه توپیر نور هم تر دې اندازې پوري انکشاف کړی دی چي ایتنولوجي یوازي د کلتوري انکشاف د تاریخي مسا یلو په پلټنه پوري مح دود وي، لا کن د ټولني او کلتور د مقایسوي او عمومي څېړنو د پاره د "" ټولنیزي ا نسان پېژندني"" نوم په کار اچوي. د متحده ولایا تو انسان پېژندونکي بیا غوره ګڼي چي د دا سي ټــولـــو چا رو د پاره د ایتنولوجۍ کلمه د یو عام نا مه په توګه تر استعما ل لا ندي راسي.ایتنولوجي او ایتنوګرافي د انسان پېژندني (انتروپولوجۍ) د څانګو په توګه له ارکیالوجۍ، ژبپوهني او بدني انسا ن پېژندني، جغرافيې او همد ا رنګه تا ریخ سره نیژدې ا ړیکي لري."" د مرا جعې نمبر (۱) د دې دپاره چي د دغو دواړو کلماتو د رواجېد و او استعمالېدو په توپیر نور هم ښه ترا وپوهېږو نو باید هغه سابقه يې هم ترنظر تېره کړو چي د نړۍ په علمي حلقو کي يې تېره کړې ده. د اجتماعي علومو په یو تشریحي قا م وس کي چي د ""یونسکو"" په سپا رښت په ۱۹۶۵ کال کي راوتلی دی پر دغو کلما تو دا سي خبري سوي دي: ""   ایتنولوجي  (او همدارنګه ایتنو ګرافي) :    ا� �ف. ۱. د ایتنو ګرافۍ کلمه په اوسني وخت کي نسبتاً په ثا بت ډول د انتروپولوجۍ په لیکنو کي د دې دپا ره استعما� �ېږي چي"" د بشري ټولنو په باره کي توصیفي څېړني"" افا ده کړي. دغه ټولني چي په ایتنوګرافي کي تر بحث لاندي نیولي کېږي، که څه هم حتمي نه ده، خو معمولاً هغه په نامه داسي لومړنۍ ټولني دي چي د سیاسي او اقتصادي انکشاف له پلوه نسبتاً د ساده مرحلې په سطحه کي وې. خو توصیفي څېړني چي لا هم ارومرو ځیني تعمیمات لري او بله دا چي له تېري نیمي پېړۍ را په هیسته د ټو لنیزي انتروپولوجۍ په مسایلو کي له تیوریکي چوکاټه څخه د استفا دې تعا مل خورا زیات انک� �اف کړی دی، نــو ځکه د نن ورځي د ایتنوګرافۍ لیکني، چي زیاتره د اجتماعي انتروپولوجیسټیانو له خوا څخه کېږي، ا� �ومرو تر ډېره حده تیوریکي خصوصیا ت لري. دا خبره چي اوسني اجتما عي انتروپولوجیسټیان په عام ډول د خپلو ځانو په باره کي ایتنوګرافران دي نو يې د ایتنوګرافۍ او اجتماعي انتروپولوجۍ تر منځ پو لي یو د بله سره پرله ګډي کړي دي. *الف.۲. د ایتنو لوجۍ کلمه د معنا له پلوه پر دغه شا ن ثا بت حا لت باندي نه ده پا ته سوې او رشتیا هم د پلټني هغه پراخه ساحه چي وار د واره تر دغه نامه لاندي وټا کل سوه اوس د درو ګونو بېلا بېلو څانګو ترمنځ وېشلې سوې ده چي د اجتماعي، کلتوري او بدني انتروپولوجۍ په درو جلا جلا نومونو یا دېږي. دغه کـلمـه لکه څنګه چي ښا یېده هغونه ډېره ګټوره و نه خته او تر یوې اندازې پوري يې له دې جهته په ارزښـت كي کـمی راغئ چي ایتنولوجۍ داسي ادعاء درلوده چي د مسایلو د توضیح دپا ره کار ورکوي، خو په تېره پـېـړۍ کي د توضیح طرزونه پر بل حا ل واوښته او ډولونه يې خورا ډېر زیات سوه.ب. ۱. دا کلمات د نونسمي پېړۍ په منځنیو کلونو کي د لومړي ځل دپا ره د عمومي انتروپولوجۍ په ساحه کي تر استعمال لاندي راغله. په سر کي داسي ښکارېدله لکه ایـتـنولوجي چي یو ډول تا ریخ وي. د ایتنو ګرافۍ د تو صیفي څېړنو په مقا بل کي "" د قومونو تا ریخ د ایتنولوجۍ په نا مه یا دېدئ."" **خو د پېړۍ په پای کي بیا د دې دوو م وضوعا تو تر منځ چنداني فرق او تفاوت نه کېدئ. ځکه نو ای. بی. تا یلر په ۱۸۹۱- م کا ل کي چي کله د ایتنوګرافۍ دنده ټاکي نو وايې چي "" ایتنوګرافي هغه علل  پلټي چي د کلتور پدیدې يې منځ ته راوړي دي او هغه قوانین څېړي چي همدا پدیدې يې تابع دي.""  یو څو پاڼي وروسته بیا دا خبره تشریح کوي چي د کلتور انکشاف "" د ایتنولوجیکي څېړني یوه څ انګه بـلله کېږي."" ***خو یو شمېر پوها نو بیا زیار ایستلی دی چي د دې کلماتو تر منځ پخوانی بېلوالی وساتي. په دې ترتیب نو ای. ایچ. کیني د ایتنوګرافي د تعریف په بر خه کي وایي چي "" که ټیک خبره وسي نو تر ساینس د ادبیاتونوم ورته منا سب دی. ځکه دا یو سوچه توصیفي بیان دی چي د خلګو له مشخصا تو، تعاملاتو، ټولنیزو او سیاسي حالاتو سره اړه لري، پرته له دې چي د دوی تر منځ د ممکنو فزیکي مناسبا تو یا خپلویو مسایل په نظر کي ونیول سي. د دې څانګي موضوعا ت د خلګو بېلا بېل ګ� �وپونه دي چي یو له بل څخه ګوښي یا جلا په پام کي نیـول کېږي . دا له ایتنولوجي څخه فرق لري، ځکه هغه که څه هم کټ مټ په سر سره دغه بشري ګــروپونه مطالعه کوي خو دوی ټوله د یوې یا زیاتو لـرغـونو کورنیو د غړو په توګه یو د بل سره د اشترا ک په وجه او ملاحظه تر کتني لاندي نیسي.****ج . ۱. انترپولوجي د دې پر ځای چي د تکا مل یا د انشعاب له نظ� �يې سره سم د ا صلي موریني  یا مبدې سره علاقه ونیسي، اوس يې دې لوري ته توجه را ګرزولې ده چي موجودي ټولني د ب� �ـشــپـــــــړو سیستمونو په توګه د دندي یا وظیفې له مخي داسي تحلیلوي چي دا سیستمونه له فزیکي اورګانیزمونو سره د قیاس په وسیله هسي پرتله کړي چي زیا تره اغراق هم په ګډ وي . په دې ترتیب نو د اجتماعي انتروپولوجۍ دې ته مخه سوه چي نوي ټا کلي هد فونه او میتودونه يې له پخوانۍایتنولوجیکي انتروپولوجۍ څخه فرق وکړي او نو ځکه د ایتنولوجۍ کلمه د ځینو پوهانوله خوا څخه یوازي په دې پوري محدوده سوه چي "" سوچه تا ریخي یا خو م ا قبل التاریخي غوندي پلټني "" کښېباسي . پـه دې ډول نو "" رادکلیف براون "" په ۱۹۳۶-م کا ل کي ایتنولوجي د قومونو د تا ریخ په څېر تعریف کړه چي د هغې په دا ېره کي "" د نژادونوتا ریخ، د ژبو تاریخ او د کلتورونو تاریخ، که د ژوندیو ولسونو له مطا لعې څخه لاس ته راځي او که د ارکیالوجۍ له بقایاوو څخه، ټوله را شاملېږي. "" *****",توکم پېژندنه اوتوکم پوهنهEthnography&Ethnology; 3836,ملا عبدالسلام ضعيف,"  ((دملا عبدالسلام ضعيف ليکلې خاطرې (دګونتانامو انځور) چاپ شو    دطالبانو ددورې دلوړ پوړي چارواکي او ددوى د واکمنۍ په وروستيو کې په  اسلام آباد کې د افغانستان  د سفير ملا عبدا� �سلام ""ضعيف""  په لاس کښل شوى  کتاب "" دګوانتانامو انځور"" له چاپه راووت . دغه کتاب رنګينه پښتي او يو سل او شپږ پنځوس(۱۵۶) مخونه لري چې دملا عبدالسلام ""ضعيف"" د ژوند د هغو حالاتو ښه  انځور  پکې کښل شوى دى کله چې نوموړى د طالبانو د واکمنۍ له نړېدو وروسته په اسلام آباد کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو لخوا ونيول شواو بيا ددې هېواد د چارواکيو لخواامريکايانو ته وسپارل شو او له  هغې وروسته يې په کندهار ، بګرام او ګوانتانامو کې څه کم څلور کاله دبند له مشقت څخه ډکې شپې او ورځې تېرې کړې . ملا عبدالسلام ""ضعيف"" په دې کتاب کې د خپل نيول کېدو، د پاکستانيو چارواکيو د چلند او په وېزه کې د وخت لرلو او دپاکستان لخوا دډاډ برسېره بيا هم امريکا ته د سپارل کېدو، د امريکايي بېړۍ او ګوانتانامو پېښې ، له بنديانو سره دامريکايانو دچلند  او دزندان حالات ښه په تفصيل سره بيان کړى دي او د بنديانو په هکله يې هم يولړ معلوم ات ورکړي دي . دکتاب تصحيح او تدقي� � قاضي محمدحسن حقيار اوکمپوز او ډيزاين ملا خيرالله فضلي کړى او سريزې پرې محمدقاسم حليمي، قاضي محمدحسن حقياراو عبدالرحيم مسلم دوست ليکلې دي. ملا عبدالسلام ""ضعيف"" د طالبانو د واکمنۍ په و� �وستيو کې په پاکستان کې د طالبانو دحکومت سفير و چې د ۲۰۰۲ ز.کال د جنورۍ د مياشتې په درېمه نېټه د پاکستانيو چارواکيو لخوا ونيول شو اووروسته امريکايانو ته وسپارل شو او د ۲۰۰۵ ز. کال د سپتمبر په دولسمه له ګوانتانامو څخه راخلاص شو. ", ( د ګوانتانامو انځور ) له چاپه راووت 3837,جاويد خان اميري," جاويد خان اميري عجيبه مينه وه چې تر اوسه يې لا خب� �ې هم ورسره نه وې كړې.  هره ورځ به يې  چې د ګودر په غاړه وليدله,  نو د زړه څه تسل به يې وشو. كله به چې كورته راغى نود خيالونو يوه لويه دنياګۍ به يې جوړه كړه او له ځان سره به يې ويل چې: څومره ښكلې ده, څه ښائسته تورې سترګې يې دي, دا سپين مخ يې په  تور پيكي كې  لكه سپوږمۍ  چې نيمه  په وريځو كې ډوبه وي, څومره ښه قد,  لكه هغه  زموږ د تورګل ماما دوى د چنار ونه,  د زنې او تندي خالونه خو يې سم وژل كوي,  داسې ښكاري چې لكه سپوږ مۍ ته دې خالونه ايښي وي, چې   موسكۍ شي, نو لكه د ګل  غوټۍ چې وغوړيږي, او خندا خو يې سم په زړه منګولې � �ګوي...  او بيا به  يې دا دوه درې لنډۍ  له ځان سره زمزمه كړې:  په غټو سترګو دې مئين شوم  ځكه رنځور شوم اوس علاج يې نه راځينه  دا ستا باڼه دي لكه غشي  زه د ګودر په لورې تلم ودې ويشتمه  ما يې د غيږې شين منګى كړې  چې مې له ځان سره جوړه ګودرته وړينه  د شپې به  هغه په همدې سوچونو كې  ويده شو. چې سبا به  څنګه بيا د هغې مخې ته ورځم...  د انډيوالانو په منځ كې به يې هم ډېره يادوله چې دغه نجلۍ مې  ډېره خوښه ده او هغه هم له ماسره مينه لري.  خو جينۍ لا خبره هم نه وه چې څوك شته چې له ماسره دومره زياته مينه كوي چې هره ورځ يې لاره نيسي او د تش ليدوپه تمه يې خپل ژوند تيروي.  د هلك مينه ورځ تر ورځ  زياتيدله او كوښښ يې كاوه چې د جينۍ مخې ته خامخا ورشي او د خپل زړه حال ورته  ووايي. دا هي� �ه يې بالاخره تر سره شوه. كله چې يوه ورځ له هغې سره مخامخ شو, نو ددې پرځاى چې د خپل زړه حال ورته ووايي, له هغې څخه يې اوبه وغوښتې. هغه ډېره وارخطا شوه او په غوسه يې ورته وويل: ولاړشه په چينه كې يې وڅښه. كه مې له تاسره څوك وويني,  بيا نو د دواړو خير نشته.   دا خبرې يې وكړې او پخپله لاره روانه شوه.  هلك  كه څ ه هم ډېر بې زړه و, خو, بيا هم له خپل ځايه ونه خوزيده او تر هغې يې  جينۍ ته كتل چې ترڅو يې  له  سترګو پناه � �وه.  هلك بيرته راغى او نور يې هم  په زړه كې د مينې اوربل شو.  يوه ورځ يې مور  ورڅخه وپوښتل:  زويه! ولې ډېر خفه ښكارې؟   په ځواب كې يې وويل:   مورې خفه نه يم, بس لږ سرمې خوږيږي.  - موردې له تانه جار شي ولې دې سرخوږيږي,  دې كټ كې څمله چې ځور يې كړم درته.  غه چې موقع مناسبه و� �يدله نو مورته يې وويل:  مورې!  ته هغه جينۍ پيژنې؟  - كومه جينۍ زويه؟  - هغه جينۍ...!  - كومه جينۍ زويه؟  هغه...!  - هغه څوك ؟  - هغه چې هره ورځ ګودرنه اوبه راوړي.  - ګودر نه اوبه راوړي؟  هو!  زويه, ګودرنه خو ډېرې جينكۍ اوبه راوړي, ته كومه يادوې؟  مورې! زه د ډېرو خبره نه كوم.  مور: نو ته څوك يادوې؟  هلك: زه د هغې جينۍ خبره كوم چې زموږ نه بره يې كور دى او هغه چې هره ورځ  دوه دوه منګي, يو په سر او بل په غيږ كې راوړي.  مور: ښه,  ښه پوه شوم, ته ضرور هغه  شين خالۍ يادوې.  هو, هو, مورې. د هغې پرتندي او زنه غټ غټ خالونه  هم دي, ښه  نو هغه شين خالۍ نوميږي؟   مور: هو زويه!  خو ته يې پوښتنه ولې كوې؟  هلك:  هيڅ؟  م ور: ګوره زويه د هغې نه لرې لرې ګرځه,  موږ او هغوى سره هيڅكله نه جوړيږو.   هلك: هغه څنګه؟  مور:  هغه داسې چې اول خو هغوى له موږ نه ډېر  شتمن دي او بله دا چې هغوى دښمن داره هم دي. ټول عمر يې په دښمنۍ كې تير شو.  زه نور په هيڅ نه پوهيږم,  مورې خو هغه به ...  هو هغه به...!  مور: هغه به څ ه؟  هلك:  هيڅ مورې!  پريږده يې, زه لږ د باندې ځم....  سبا هغه بيا د ګودر غاړې ته د جينۍ � �يدوته ورغى او ورسره مخامخ شو, نو ورته يې وويل:  ته شين خالۍ نوميږي؟  هغې وويل:  هو, خو  تاته زما نوم چا درښودلى؟  ځه ورك شه, نور زما مخې ته مه راځه او نه مې بيا نوم واخلې, كه نه نو  كه وروڼوته مې ووايم  هغوى به دې مړكړي.  هلك: بس بس ډېره غوسه كيږه مه, ماخو صرف ستا دا دوه سترګې ليدلې, مخ خو دې هسې هم څوك په اّسانه نه شي ليداى, خو زار شمه له ګودر نه چې دا دومره ديدن دې په ما كوي, زه اوس ځم  خوسبا به بيا � �اځمه كه وروڼو ته دې وويلي نو بيا...!  سبا هلك له شين خالۍ سره بيا په  ګودر كې مخامخ شو, جينۍ وويل:   تابيا څنګه زما لاره نيولې,  ته لكه چې  په نيمه نه پوهيږې, حيرانه يم څه درته ووايم؟  هلك وويل: ځم, ځم تاته چا څه ويلي دي, زه خو دلته صرف ستا د دو سترګو ليدوته راغلى يم او هغه مې وليدې, لاړم, خداى په امان!  بله ورځ هغه بيا د ګودر پر غاړه پر جينۍ ورغږ كړ  اى...!  نجلۍ: څه دي بيا؟  هلك: دا مخ خو دې لږ له پلوه راښكاره كړه چې نن خو دې لږ له نيزدې نه ووينم.  نجلۍ: زما مخ � �يدونه مخ كې يو ځل خپل مخ په اّئينه كې وګوره؟  هلك: اّئينه خو موږ كره نشته, ته يې له ځان سره راوړه  چې زه يې وګورم.  د هلك په دې خبره جينۍ موسكۍ شوه او ترې ولاړه.  هلك نن ټوله شپه شوګيره كړه او همدايې په خيال كې راتلل  چې دا په موسكا كې لا څومره ښكلې ښكاريده, شپه په همدې سوچونوكې پرې سبا شوه.  سبا يې بيا هغې ته د ګودر غاړه ونيوله او چې راغله, نو ورته يې وويل: اّئينه دې راوړې چې خپل مخ پكې وګورم؟  جينۍ وويل: ښه نو تاسو كره اّئينه هم نشته؟   هلك: شته خو هغه ډېره وړه ده, زما ټول مخ په كې نه ښكاري.  جينۍ بيا وخندل او روانه شوه.  هلك ورغږ كړ:  خو اوس اّئينې ته هم حاجت نشته, ولې چې ما خپل مخ ستا په سترګو كې ټول وليد.  جينۍ وويل: ليونى شوې كه څه؟  هلك: نه, ليونى خو لا نه يم, خو كه ته هره ورځ له ماسره دومره خبرې وكړې او راوخاندې, نو ضرور به ليونى شم.   څومره چې شپې او ورځې تي� �يدې هغومره د دوى مينه هم زياتيدله.   له ورځو نه يوه ورځ وه  چې د ډهل او سرنا غږونه دي,هلك وپوښت� �:  مورې! دا د ډهل او سرنا غږونه له كومه راځي؟  مور: ولې زويه ته خبر نه يې؟  هلك: نه, د څه نه؟  مور: هغه شين خالۍ نجلۍ يې وركړه.  هلك: څه,  شين خالۍ يې وركړه,  چاته؟ كله يې و� �كړه؟  مور: ولې بيګاه تا ډزې وانه وريدې, كه ويده وې؟  هلك چې د مور خبره واوريده, نو بې حاله شو, پرځمكه راپريوت او چې بيا په هوش شونو د زړه له ډېر سوزه يې دا لنډۍ وويلې:  شين خالۍ لاړه د بل چا شوه  اوس يې كوه د لرې لرې ديدنونه  كه دې  زړګى  راكړى نه واى  خاونده ولې به پرې زه  م ينيدمه  شين خالۍ زما ده د بل نه ده  ماسره يې كړي دي تر مرګه قسمونه  زه به يې له تنه سر جدا كړم  كه چا نوم د شين خالۍ اخيستى ونه  شين خالۍ ستا سترګو لپاره  زه به په ټولې دنيا اور اولګومه  شين خالۍ لاس د مينې راكړه  منګى دې واخله چې جوړه ګودر ته ځونه  او بيا يې د خيال په ژبه د شين خالۍ له خولې دا لنډۍ واوريدې:  هلكه ستا يمه  زه ستا يم  كه چا جدا كړم  زه به مړه له غمه شمه  چيرې به بل ته واده نشم  جانانه ستا په سر زه خورمه قسمونه  كه ستا ډولۍ راته رانه شي  بل به مې ياره جنازه له كوره وړينه   او بيا يې مورته وويل چې:   ته خو يو ځلې لاړه شه وركره چې  د  شين خالۍ  مور او پلار څه وايي.  مور: زويه ما درته اول هم ويلي وو او اوس هم وايم چې شين خالۍ تاته  هيڅكله نه دركوي. او اوس خو هغه د بل چا په نوم شوه, زړه دې ترې صبر كړه. د مور له  دې  ځواب  سره  هلك  له  كور وكلي ووت او د غره  لمنې ته لاړ او د شين خالۍ په غم كې يې وير كاوه, شپيلۍ به يې غږوله, ويرجن شعرونه به يې  ويل, تر هغې چې  هغه  مازيګر هم راغى چې كلي ته يې د شپيلۍ او سندرو غږ رانغى. د هغې شپيلۍ غږ چې د ګودر ټولې جينكۍ به يې په انتظار وې چې كله به شپيلۍ وهي او د هغه د سندرو غږ به اوري.  خو نن يې د هغه  جنازه د غره له خوانه را روانه كړې وه. بل خوا  په همدې ورځ د � �ين خالۍ واده جوړ و, سبا يې ډولۍ وه, د يو دردمن زړه له تله دا غږ راپورته شو:  خدايه!  چاته دې چې مال او دولت وركړى وي, نو هغوى ته زړه هم وركړې او يا چاته دې چې مال او دولت وركړى نه وي,  نو زړه هم مه وركوه,  هسې نه چې مئين شي.  بيا يې داشعرهم  زمزمه كړ چې:  په شين خالۍ د مرګ اّواز شو پرې لوى توپان له غمه ساز شو  خلك يې خبر د زړه په راز شو  چې پر عجب مرګى غماز شو  سبا سهر يې جنازه ده  په منځ كې پاتې څه شيبه ده  د شين خالۍ د واده شپه ده د عجب خان هم بدرګه ده دا څه عجيبه سلسله ده  د يو ډولۍ بل جنازه ده يو خوا د عجب خان د مړي شپه وه او بلې خوا د شين خالۍ د واده شپه وه. كله چې شين خالۍ د عجب خان د مرګ نه خبره شوه نو, له خولې يې چيغه وخته او بې هوشه پرځمكه راپريوته,  وروسته  له څه شيبې چې شين خالۍ په خود شوه نو له چاسره يې خبرې نه كولې او داسې معلوميدله  لكه ساه يې چې په تن كې نه وي. شپه تيره شوه او سهار  له يو خوا كلي ته  ډولۍ راغله او بلې خواته يې د عجب خان جنازه روانه كړې وه. بالاخره ډولۍ له كوره راووته. هر چابه ويل چې شين خالۍ څومره خوشحاله وه چې ډولۍ ته خت� �ه,  بيخي يې ژړل هم نه او نه يې له سترګو اوښكې تللې , چا به څه ويل چابه څه ويل, بعضو به ويل چې خوشحاله به نه وه, دومره غټ كورته چې واده شوه, ټول عمر به خوشحاله وي, څه يې غم دى چې وژاړي, په لاره كې يې د ډولۍ مخې ته ډهل  او سرنى  غږيده او د خلكو ګډاګانې وې, تر هغې چې كورته ورسيدل, ډولۍ يې ښكته كړه, څادرونه يې ترې تاوكړل چې په پ� �ده كې له ډولۍ نه راښكته شي, خو افسوس چې د شين خالۍ د پښو قدمونه پوره شوي وو, روح يې حق ته سپارلى او ځان يې  له عجب خان  سره په يوه ماښام  د ابدي ژوند په سفر يو ځاى كړى و. ",دا ستا د دوه سترګو لپاره...! 3838,," د هلمند دنوزاد ولسوالۍ کې پرون سهار د برتانيا او ډنمارکى الوتکو د هوايى بريدونو له امله ١٠٠ تنه ولسى وګړى ،دولتى چاراکى او وسله وال طا� �بان وژل شوي، او په سيمه کې ٢ بمونه چې هر يو يې٢٥٠٠ پوند وزن لري ،غورځول شوي دي.. په هلمند کې د برتانوى ځواکونو يو چارواکى په سيمه کې د هوايى بريدونو او بمباريو پخلۍ کړۍ او وايى ، ځواکونو يې هغه مهال په سيمه کې په طالب وسله والو بريدونه ترسره کړل چې نوزاد ولسوالۍ کې د دوى د ځواکونو يو فوځى مرکز د طالب وسله والو تر بريد � �اندې راغۍ .ويل کيږي په وژل شوو کسانو کې ٣٥ تنه طالبان او نور ولسى وګړى دي . يو طالب وياند بيا په دغه ولسوالۍ کې د ١٦ تنو افغان او بهرنيو عسکرو د وژلو ادعا کړې ده .همداشان د موسى قلا او ګرمسير ولسواليو کې هم د درندو جګړورپوټ ورکړى شوي او طالب وياند ادعا کړې چې ګرم سير کې يې ١٣ تنه دولتى عسکر مړه او ټپيان کړي دي . په موسى ک� �ا کې هم د هوايى بريدونو رپوټ تر لاسه شوي او ويل کيږي چې ولسى وګړو ته په کې مرګ او ژوبله اوښتې . ",دهوايى بريدونوپه مهال ١٠٠ تنه هلمند کې وژل شوي 3839,صديق الله بدر، كابل,"  شمس چې په هوښ راغى ، لا هم ترږمۍ وه او په كوڅه كې څوك نه ښكارېدل. غوښتل يې پاڅېږي، خو ويې نه شو كړى، بېرته پريوت. نيمه ګړۍ وروسته يې د يوې دروازې ګړب تر غوږ شو، له ده لس دوولس م تره لرې له يوه كوره يو سړى راووت. ده بيا هڅه وكړه، خو بيا هم بېرته پرېوت.  ويې كتل چې سړى كرار كرار د ده په خوا راروان دى، خو له ده يو څو قدمه لرې بېرته په شا وګرځېد. ده پرې په لږ لوړ اواز غږ كړ: وروره مرسته، مرسته!  سړي شا و خوا ته وكتل، څه ور ښكاره نه شول. ده بيا غږ كړ: مخامخ وګوره ! د سرك په منځ كې پروت يم. ژوبل يم ، م رسته وكړه. سړى كرار كرار د ده پر خوا راغى ، چې ورنږدې شو، د وينو په ليدو وارخطا شو، بېرته لږ شا ته شو، خو چې ټپي ته يې په ځير وكتل ، ژر يې هغه راپورته كړ: ولې، چا ووهلې ؟ - سليمه ! هغه وروسته درته وايم، خو اوس مې ژر كوم ډاكتر ته يوسه.  سليم هغه په شا كړ او تر لنډ سوچ وروسته، په منډه منډه د كوڅې منځ كې د يو كور تر م خه ودرېد. دروازه يې وډبوله. ډېره شېبه وروسته دروازه پرانستل شوه. د كور د خاوند په ليدو سليم ورته وويل: ډاكتر صاحب دا مې دوست دى، ژوبل شوى. ډاكتر هغوى له ځان سره كور ته بوتلل او د شمس تر معاينې وروسته يې وويل: وا� �خطا كېږه مه، ډېر نه دى ژوبل ، درمل يې همدلته ، همدا شېبه پخپله كوم. كله چې ډاكتر د شمس سر وتاړه او څه د� �مل يې وركړل. سليم هغه تر لاسه ونيو او په هماغه كوڅه كې يې خپل كور ته بوته. كور ته په ننوتو سليم پر خپلې مور غږ وكړ : مورې، وه مورې ! راځه وګوره چې څوك راغلى؟ مور يې له كوټې نه د شمس په ليدو ، په بېړه راووته : اوهو هو! ايله په بيله، دا لمر له كومه وخوت. ته هم ښه زوى ولي او مور ولي پالې، پوهېږې يو كال كېږي چې ته موږ كره نه يې � �اغلى. شمس ورته سلام وركړ او غوښتل يې څه ووايي، خو سليم پرې وار ړومبى كړ: مورجانې ! ته د دې بيچاره حال ګوره او ستا ګېلې مانې. د سليم مور په ځير شمس ته وكتل: وئ زويه دا ولې ، دا چا په دې حال كړى يې، خداى يې ورته كور وران كړي. تر چاى څښلو وروسته چې شمس لږ ښه دمه شو، سليم ترې وپوښتل: ښه يار ! اوس نو ووايه، څه كيسه وه؟ شمس د دې په ځاى چې د سليم ځواب وركړي، مور ته يې مخ واړاوه او ويې ويل: مور جانې ! منم چې ډېر درته ملامت يم، خو ته پوهېږې زه سخت په خوارۍ مزدورۍ پسې ورك يم. كال نيم راهيسې له يو تاجر سره كوم، هغه راباندې ډېر اعتماد � �ري، يو خوا بل خوا مې لېږي او زه مال ته بيپاران پيدا كوم او له قرضدارانو نه يې پيسې ټولوم. شمس يو سوړ اسوېلى وكېښ او بيا يې وويل: دا وړمه ورځ دلته، كابل ته راغلم. باور وكړئ په زړه مې و، چې سبا يا بل سبا تاسو كره � �اشم، خو تجار پرون ماسپښين زنګ راوواهه چې يو ځل ژر هغه ته، په جلال آباد كې ځان ورسوم. دا نن سهار وختي مې حركت وكړ او په دې حال شوم. زه خو خير روغ بۀ شم ، خو سودا مې د تجار پيسو ته ده، هغه ته بۀ څه وايم. سليم يې د خبرو منځ كې ولوېد: دا څنګه پېښه شوه؟ شمس بيا يو سوړ اسوېلى وكړ او ويې ويل: تر ملا اذانه ډېر دمخه له خوبه راپاڅ ېدم، خپل بيك مې راواخيست او د خپلې كورنۍ له غړو سره تر خداى پامانى وروسته له كوره ووتم. له لرې مې پر عمومي سرك يو موټر وليد. په بېړه مې حځان سرك ته ورساوه او موټر ته مې لاس ونيو، خو هغه ونه درېد. ښه مې كتل چې پنځوس شپېته مت� �ه لرې ودرېد او تر څه ځنډ وروسته بېرته راتاو شو. ما بيا ورته لاس ونيو، ودرېد. ډرېور ته مې وويل: د جلال اډې ته په څو راسره ځې؟ ډرېور ښكته پورته راته وكتل : ځم، ولې نه ځم، راپورته شه. زه ورپورته شوم، هغه وپوښتلم، � �كه چې تګ ته دې ډېره بېړه ده؟ - هو! خو ته څه پوه شوې؟ - موږ خو ډرېوران يو، خامخا پوهېږو - هغه څ نګه؟ - نور خلك تر څو كرايه لنډه نه كړي، موټر ته نه راخېژي ما څه ونه ويل، هغه حركت وكړ. يوه ټوټه � �ار چې راغلو يوه سړي لاس ونيو. ډرېور د هغه تر څنګه موټر ودراوه، هغه سړي وويل: د جلال اباد اډې ته ځم.  ډ� �ېور ماته وكتل: څنګه دې خوښه ده، زما بۀ يو څه غريبي وشي. ما ورته وويل: ستا خوښه موټر دې خپل دى، راويې خېژوه. سړى راپورته شو او دعا يې راته وكړه: دواړه خير يوسئ ، چې راپورته مو كړم، كه نه په دې وخت كې موټر نه پيدا كېږي. له خيرخانې چې د نوي ښار په لور تاو شولو، ډرېور وويل: پام مې نه و، خو ځه خير ، دا هم لنډه لار ده.  نوي ښار ته په رسېدو،په شاتني سيټ كې ناست سورلي، په موبآيل كې له چا سره خبرې وكړې: هلكه ! سمه خبره وكړه، كه راځې چې..... سهي ده ، سهي ده. هغه موبايل بند كړ او ډرېور ته يې وويل: استاده! زما يو بل دوست هم راسره ځي، كه دې خوښه وي، هغه هم راواخلو. ډرېور ورته وويل: زما يې ستا په دوست څه ؟ په دې ورور نا وخته كېږي، كه دى اجازه وكړي څه مشكل نشته. هغه سړى مخكيني سيټ ته رامخته شو او ماته يې وويل: وروركه! خير دى، دومره بۀ نه ناوخته كېږي، اوس تيار په همدې لار راغلي يو. هغه انډيوال بۀ راسره واخلو. ما ډرېور ته وكتل: خير دى هغه به هم راواخلو. زما له دې خبرې سره ډرېور د سورلي په وينا همدا ستاسې په كوڅه موټر ورتاو كړ ، د كوڅې په منځ كې كوم ځاى كې چې پروت وم، موټر د يوه سړي ترڅنګه ودرېد. هغه راپورته شو. ډرېور چې بېرته د موټر مخه د ښار په لور واړاوه، په شاتني سيټ كې دواړو ناستو سورليو زما سر ته تمانچې ونيولې . ډرېور زما بيك چې تر پښو لاندې مې و، هغه واخيست او هغوى ته يې وركړ، بيا يې زما جېبونه ولټول ، څه پيسې چې راسره وې ، هغه ټول يې راوكښل او بيا يې راته وويل: ځه اوس نو ښكته شه، په مخ دې ښه، اډه همدلته ... هغه لا خپله خبره نه خلاصه كړې چې موټر ته نوي راختلى سړي پرې په غوسه شو: سخت احمق يې، روغ رمټ يې پرېږدې، كه چيغې او غالمغال وكړي بيا څه. له دې سره هغه پخپله د خپلې تم انچې په ديچيك درې څلور ګوزاره په سر سر ووهلم ، بيا نو هيڅ په ځان نه يم پوه شوى. شمس چې داخبرې وكړې، سليم ته يې مخ واړاوه : د خداى فضل و، چې ستاسو كوڅه وه او ته راووتې، كه نه زه به تر هغه چې رڼا خورېده او خلك راوتل مړ وم.  له دې خبرې سره هغه راولاړ شو: كه ستاسو اجازه وي، زه به كور ته ولاړ شم. سليم هغه تر لاسه ونيو: وروره! د تګ خبره بۀ نه كوې، غرمې ته زموږ مېلمه يې.  د سليم او د هغه د مور په ټېينګار، شمس بېرته كېناست او تر غرمې پورې يې دا سوچ كاوه چې تجار به د ده خبره ومني او كه نه ؟  په همدې سوچونو كې له ځان سره لګيا شو: مشره بآور وكړه، دا دى سر مې وګوره، ستا كه يې پيسې يوړې، زه يې هم له ښې ويستى يم. د سليم مور ورته وويل: زويه غم مه كوه، ته صادق سړى يې ، خداى له صادقانو سره، مشر به دې درته څه نه وايي، ته خو څه درواغ ورته نه وايې. س� �يم په يو څه چرتي انداز وويل: پر تا دې حالت زه خپل باجه ته اندېښمن كړم. شمس ترې وپوښتل : هغه څنګه؟ - هغه هم كله كله د لېونو په شان همدومره د وخته په كار پسې له كوره وځي، دا څه موده له خپلو بچيانو سره، موږ كره دى. نن سهار هم ډېر د وخته له كوره ووت. - هغه څه كار كوي، چې دومره د وخته وځي؟ - كار يې والله كه راته م علوم وي، خو عايد يې ډېر دى. دلته هم چې راغلي، ما مصرف ته نه پرېږدي. غرمه مهال و او دوى په همدې خبرو كې و، چې دروازه وټكېده. سليم پاڅېد او لاړ چې وګوري څوك دى. د سليم مور له خپله ځايه كړكۍ ته ورلنډه شوه او چې سليم دروازه خلاصه كړه، د سړي په ليدو يې وويل: عمر يې ډېر دى، ياد مو كړ او راغى جبار دى،د سليم جان، باجه. د ب� �ندې د ستړي مشي د غږ په اورېدو، شمس پر خپل ځاى رانيغ شو، غوږونه يې څك كړل، ښه ځير شو، غږ ورته اشنا ښكاره شو او له ځانه سره يې وويل: نه، نه زه به اشتبآه كوم... د سليم مور ترې پوښتنه وكړه: زويه! څه له ځان سره لګيا يې، دا څه وايې؟  شمس غلى شو، غوږونه يې لا نور هم پسې څك كړل. څومره چې غږ رانږدې كېده، د ده حالت بدلېده. په همدې كې سليم او ورسره جبار او د هغه دوه نور ملګري هم كوټې ته راننوتل. د هغوى په ليدلو شمس اوچت له خپله ځايه پاڅېد او سليم ته يې وويل: هغه...هغه غله همدوى وو. ", غلا په ترږمۍ كې 3840,عادل اڅکزئ," د پښتو ( ٧ ) عالمي سېمينار په سياح تي ښار زيارت پښتونخواکي : د روان عيسوي کال ٢٠٠٦ د اګست پر ( ٣ مه)  نېټه په کويټه ښار کي د مې� �ت  ادبي تنظيم (  پښتو ادبي غورځنګ ) له پلوه، د پښتو ادب ( ٧ ) م  عالمي ( نړيوال ) سېمينار ( څ ېړن غونډه ) پېليږ ي ،په دې سېمينار کي د ګډون لپاره د پښتو ژبي او فرهنګ اکثره اديبان ، پوهان ،څېړونکي،کره کتونکي،موريخين،روڼ اندي،شاعران او د قلم خاوندان دکوربه تنظيم په بلنه يا  ست  را بلل سوي  څو د سېمينار برخوالو ته تر ټاکلو سر ليکونو لاندي خپلي درنې مقالې،عاليمانه ويناوي ،  د سالم نظر څ رګندوني ،له حقيقت څخه برخمني ليکني  او   د تخيل او تفکر په ګاڼه پسوللي اشعار په مخامخ توګه  د  وصل تر سيوري لاندي پر دريځ وړاندي کړي بايد ووايم په دې سېمينار کي به دخپلي ژمني سره سم د ( سهېلي پښتونخوا) ،  (منځنۍ پښتونخوا) ، (کتبي پښتونخوا) ، ( کراچي ) ، ( کندهار) ،( ذابل)،( وردګ ) ، ( خوست )،( کابل) ،( جلال اباد)٠٠٠٠٠٠٠٠  ا و د افغانستان د نورو سيمو په شمول په بهرنيو شرقي او غربي هيوادونوکي مېشت ځايي او پردېس پښتانۀ دانشوران پخپل نېک ګډون سره د دې سېمينار ښکلا لا نوره وځلوي ، ټولوهغه ښاغلو او اغ� �و پښتو پالو ته  ،چاته چي موږ رسمي بلنه تر اوسه لا نه ده ور لېږلې ، دمعذورت له مخي  د همدې ليک په وسيله په ورين تندي  بلنه ورکوؤ ، چي د ملګرو په شمول د اګست پردويمه نېټه خپل ځانونه په کويټه کي د(پښتوادبي غورځنګ) دفتر ته سهارمهال راورسوي ،په دايه ورځ به ټول فرهنګيالان اوشاعران د سياحتي ښار ( يخ زيارت) پر لور د کاروان په شکل په موټرانو کي روانيږي ،تر څو د سېمينار په پرانيستن غونډه کي له ا� �امه وروسته دابله ورځ له مهال وېشه سره سم برخه واخلي ، د يادوني وړ ده چي د( زيا رت ) سياحتي ښار د کويټي له ښاره تقريبا ( ١٢٠ ) کلوميتره واټن لري ، د ذکر سوي سېمينار، نېټه ،ورځ  او وخت په لاندني ډول ده ،  پېل ٣ مه د اګست ،  /  وخت  سهار  ، /  ورځ  پنج شنبه اختيتام  ٥  مه د اګست ،/ وخت ماخستن ، / ځای د  اولسي شورای د غونډي تالار( زيارت سهېلي پښتونخوا ) که غواړئ چي د خپلو فرهنګي او کلتوري ټولنو پېغامونه په سېمينار کي له برخوالو سره شريک کړئ نو پر دې برېښناليک درک ېي را ولېږۍ ، lamba_ g2000@ yahoo.com پوستي پته ،  quetta G ,P ,O, BOX # 537 د پښتو عالمي سېمينار زيارت کنوينر ، محمدصادق ژړک ، ګرځنده فون شم ېره ( MOB (  0092(0 ) 3009388150 بله فون شمېره  MOB 0092 (0)3022245352   هېره دي نه وي د سېمينار په اخېره ورځ د پښتو ادب مخورو شخصيتونو ته د فرهنګي کار اوزيار له مخي د اېوارډ کمېټې ( جرګګۍ )په ټاکنه ، په دې نومونو نومول سوي اېوارډونه و وېشل سي ، لکه د امير کروړ په نامۀ اېوارډ ، د علامه حبيبي په نامۀ اېوارډ ، د محمدګل نوري په نامۀ اېوارډ ، د غورځنګ ادبي اېوارډ په نامۀ  او د غورځنګ علمي اېوارډ په نومونوا ېوارډونه پکي شامل دي ، دپښتونخواپر سطح دا د پښتو ادب اووم ( ٧ ) ، په کويټه کي دپښتو ادب څلورم (  ٤ )  او د پښتو ادبي غو� �ځنګ دويم ( ٢ ) نړيوال ( عالمي) سېمينار دۍ ، د سېمينار په اخيري شپه به د موسيقۍ ټنګ او ټکور پروګرام هم وړاندي سي ، ستاسو راتګ ته لېمۀ په لارۀ ،  دپښتو ادب ځوان قلمي کهول ،( پښتو ادبي غورځنګ کويټه پښتونخوا ) ",په کویټه کښي د پښتواووم عالمي سېمینار جوړیږی 3841, سید شاه سعود," جادو د هدیری هغو پنځو قبرونو تورو جامو سره سمون خوړلو د تورې � �پی لحد کې ټولو مړو زما او ستا پشانتې سا اخسته د کائناتو سترګې ورپېدی وریځو تندر له پناه و� �کړله وخت په وجود کې تسلسل لرلو خو دی شېبی پکې بدلون راوستو ما چې د تېرو څو کلونو راسې څ ومره بی مخه ګناهونه لرل هغه مې سترګو نه چاپېره کېښوه بیا مې یو څو شېبو له سا بنده کړه په مسام ونو کې مې هور بلېدو یوه بی مخه بی وجوده ښځه د یو لحد ځینې راووتله زما بی مخه ګناهونو له یې زما څرمنې نه کفن جوړ کړلو زه یې هډوکو پورې وشمارلم بیا یې پنځو باندې تقسیم کړلمه او بیا لحد ته بیرته ننوته ځان نه چاپېره مې چې وکتل نو زه د جادو په دائره کې ومه زما په ژبه هر یو څیز پوهېدو خو زه له خپله ځانه ووېرېدم او هدیرې نه مې رامنډه کړله اوس رانه هېر دي څو کلونه وشو� � خو چې سهار مې حجامت کولو نو په دېوال مې آئینه ماته شوه ",جادو 3842,"سید شاه سعود","  سلام مې واخله که سلام وانخلې  دا لس نېکۍ به درنه مخ واړوي دا سره ګلونه به بیا نه درګوري ټولې کلۍ به درنه مخ واړوي  سلام نه پس درته دعا کوم ه داسې دعا چې څه حساب نلري هغه رڼا دې باک الله نصیب کړه چې د بنده سترګې یې تاب نل� �ي  دعا نه پس درته صفا وایمه چې زه دې لاره یم سفر دې نه یم زما لپاره عمر مه تیروه بله ډیوه دې یم سحر دې نه یم  که ته هر څه ګڼې خو ما ته ښکاري چې زه دا ستا د مخ قابل نه یمه په دی خبره ولې نه پوهېږې چې زه دې برخه کې شامل نه یمه  نورې خبرې درته نه لیکمه په دی پوهېږم چې خفه یې رانه وعده خلاف او بی وفا مې ګڼې هره شېبه یوه ګیله یې رانه  خو ته باور وکړه چې تا نه بغې� � هره شېبه راته قاتله ښکاري ټوله دنیا چرې چا نه ده موندې ستا په موندو راته حاصله ښکا� �ي  که ته مې وموندې نو هر څه به شم خو تا ته پته ده چې ته به څه شې زما نظر لکه د هور بلیږ ي لکه د شمعې به اوبه اوبه شې  او ته پر ما باندې له ځانه ګرانه ځکه دې ځان نه بیلول غواړم ه لکه د ګل راغوڅومه دې نه لکه د سروې دې کرل غواړمه  ستا په امکان کې ثریا پرته ده زما تر قده پورې مه وسېږه زه د ژوندون په لاس کې مړی یمه تر دی لحده پورې مه وسېږه  نورې خبرې درته نه لیکمه ځکه چې نورو پسې نورې راځي زه به یې څو پورې حیا ساتمه د اوښکو پېغلې مې سرتورې � �اځي  خو زما ځان باندې بلا باور دی زما باره کې پرېشانه نه شې ګرانې آخر کې درته سوال کوم ه چې دی نه پس راته اسانه نه شې  که نه نو زه به ځان وژنه وکړم او ته به هم یوه شېبه پاتې � �ې خو که دا اوس دې فېصله وکړله نو لکه وخت به همېشه پاتې شې  ",یو خط 3843,," ", 3844,احمد جان نوزادی,"   ډير کلونه تيرشوه مگر نکړه چا زما دزړ زخمونو ته پټۍ جوړه   چا راته باروت راوره چا راته بمونه  چا مي نيمه خواکړه دا تنكۍ تنكې ګ� �ونه   څوك را كۍ اپين كرۍ  څوك مي دبچيو غل    څوك مي د تاريخ دښمن  څوك مي دپتكيو غل   څوك يي په بوجيو وړي چا ډك كړل جولونه  چا مي شتمنيو ته ګنډلي غټ جيبونه    چا سره ياري وكړم چا باندي ويسا  چانه زه نفرت وكړم چا سره وفا   لاره رانه و� �که ده گرحُم په مجنون پسي  زه يم بي هدفه بي مجنوه يو ليلا    ډار زما په دي کي دي, نه چه شي داورحُ تيره  نه چه په ما شپه شي, تا ريکه او دا بيديا   نه چه دادغرو ليويان ما خواره بربنډه كړي  نه چه د (( اشنا )) د ژوند او ږده قصه لنډه كړي ",د وطن ليلا 3845,محب الله ښېرازجلالزئي,"  نوی پسرلی نوی بهار نوي ګلونه راوړي نوی راځي نوی � �ویبارنوي حالونه راوړي داچي موپه کوربله بلاده ننوتې نوی نظام نوی نظار نوي نظرونه � �اوړي بیا ئې ده خران جامې اغوستې رزوي ګلونه نوی خاوندنوی ښامار نوي جالونه راوړي ساقي بیاکډه راکړې ده زموږ کلي ته نوې مستي نوی ئې ساز نوي سازونه راوړي نن بیا راته شرنګی ده زولنووائي چي تابه تړو نوی آمر نوی آواز نوي امرونه راوړي دغه قلم ددې نظام دماتیدو په خاطر نوی ښېراز نوی ئې راز نوي رازونه راوړي ", نوي رازونه 3846,ميرويس جلالزې," د کابل د امنيه قومنداني يو چارواکي علي شاه پکتياوال وويل چې قاري حکيم  الله په  ګډون يي ٦ تنه د حامد کرزي استوګن ځآي ته نژدي له يو تجارتي مرکز څ خه دچهار شنبي په ورځ ونيول شول. ويل کيږي له نيول شويو کسانو سره د طالبانو ځيني مهم اسناد او لاسي بم ونه هم تر لاسه شوي دى. دا چاودني د تيري اوني د چهارشنبي په ورځ رامنځ ته شوي چي د دفاع وزارت ګن سرتيري يي ټپيان کړل او د کابل اوسيدونکي يي په سخته ويره کي اچولي وو. پکتياوال وايي داسي ښکاري چي نيول شوي کسان له څه باندي دريو مياشتو راهيسي په دي مارکيټ کي استوګن وو . له نيول شويو کسانو څخه پلټني  پيل شوي دي. ",د کابل د چاودنو عاملين نيول شوى 3847,ميرويس جلالزې,"  د اسلام آباد د حکومت د کورنيو چارو وزير � �فتاب احمد خان شيرپاو پرون دا  خبره وکړه. هغه وايي دوي خپلو ٧٨٠٠٠ سرتيرو ته چې له افغانستان سره په پوله کي ځاي پر ځاي دي آمر کړي چي د پولي له دواړو غاړو په تګ راتګ بآندي سخت خيال وساتي او هيڅ يو کس ترينه بي تلاشې او پوښتني تير نشې. شيرپاو  وايي پاکستان په خپله د تروريزم يو قرباني هيواد وبلل او وايي چي د تروريزم وړاندي جګړه کي به سخت کار وکړي. ",پاکستان :سرحدي تلاشې مو سختي کړي دي 3848,ميرويس جلالزې," رپوټونه وايي دا پيښه نن سهار د لبنان په سويلي سرحدي سيمه کي وروسته له هغه رامنځ ته شوه چي اسرايلي بم غورځونکو د لبنان په دننه کي د ملکي وګړو په استوګن ځآيو بمونه وغورځول. د وژل شويو کسانو په ډله کي ١٠ تنه ماشومان هم شامل دي. ويل کيږي په دي پيښه کي له ٢٠ تنو  ډير کسان ژوبل شوي هم دې. ",اسرايلي ځواکو ٢٧ تنه ملکي لبانيان ووژل 3849,," نن سهار په ٩ بجو او ٤٥ دقيقود مزارشريف ښار د بلخ په د� �وازه کې د موټرو په تمځۍ او بازارکې چاودنه شوې ،چې له امله يې ٣ تنه ولسى وګړى ټپيان او ٦موټر ويجاړشوي دي . په سيمه کې عينى شاهدانو بينوا ته وويل ، چې چاودنه په يو بايسکل کې ،چې يو ټکسى مور ته نږدى درول شوى وو، رامينځ ته شوې او د شاوخوا ودانيو هيندارې يې هم ماتې کړي دي . اوس مهال سيمه د امنيتى چارواکو تر څار او پلټنې راغلى ده. د يو تن ټپى شوى کس حالت د چارواکو په ويناد انديښنې وړ بلل شوي دي . ",مزار شريف کې درنده چاودنه شوې 3850,ميرويس جلالزې," په عراق کي امريکايي ځواکونه وايي نومړي له ٥ ورځو راپدي خواه د نخوړلو په اعتصاب لاس پوري کړي . صدام د خپل نه خوړلو د اعتَصاب دليل د خپل مدافع وکيل په بي رحمانه وژني پوري تړلي بولي. هغه له عراقي او امريکايي ځواکو غوښتنه کړي چې ډير ژر دي د مدافع وکيل قات� �ين ونيسي. ",صدام حسين نه غواړي پس له دي ډوډي وخوري 3851,ميرويس جلالزې,"   زيدان چي د فرانسي د فوټبال ټيم وتلي لوبغاړي ده تيره اوني  يي د ٢٠٠٦ ميلادي کال د فوټبال د نړيوالو سياليو په پاي لوبه کي چي د فرانسه او ايټاليا تر منځ وه د خپلي ايټالوي سيالي لوب ډلي فارورد  مکرو په سر په ټټر وواهه. د لوبي منځګړي د زيدان دا کار د اصولو خلاف وبلل او هغه ته يي سور کارت ورکړ. زيدان چي د چهارشنبي په ورځ يي يوي ډلي ماشوم انو ته خبري کولي وويل چي مرکو  د ده خور او مور ته سپکاوي وکړ نو په همدي دليل ده ورته د سر ګوزار ورکړ. هغه وايي وروسته له دي به په نړيوالو سياليو کي ګډون ونکړي. ",زيندين زيدان: بښنه غواړم خو پښيمانه نه يم 3852,ميرويس جلالزې," د پاکستان د بهرنيوچارو وزير خور� �يد محمود قصوري وروسته له هغه  په تنده لهجه دا خبره وکړه چي د بمبي پوليسو وويل د دي ښار په چاودنو کي د هغو سخت دريځو اسلام پالو کار ده چي مرکزونه يي په پاکستان کي دي او له هغه ځآي څخه راليږل کيږئ. قصوري وويل پاکستان په دي پيښه چي څه باندي ١٨٠ تنه پکي مړه او تر ٧٠٠ تنو ډير ټپيان شول سخت خواشيني ده . د هند د بهرنيو چارو وزارت له چاودنو سره سم په پاکستان غږ وکړ چي د دوي له پولو دي د ترهګرو د تګ را تګ څخه ژر تر ژر مخ نيوي وکړي. له بل لوري په بمبي ښار کي وضيعت نن ډير آرام بريښئ. د هند لمړي وزير من موهن سنګ له هندوانو او مسلمانانو غوښتنه کړي چي له زغم کار واخلي او مذهبي تاوتريخوالي ونه پاروي. ",پاکستان وايي د هند چاودني له مونږ سره مه تړي! 3853,شمس الله خوستي," زْموږچناركې جوړښارويودم اوازدى زماروږدي طوطي زده ترې هم اوازدى   سېل مرغان راغلي دي سندرې وايي جوړپراوږي يې دهرغنم اوازدى   دديدن م� �نګ دې راغى ديدن غواړي خيريوسې ،دايې ستاپه چم اوازدى   چاراوليږل ځان مرګي،ښكلي وژني خدايه خيركړې چېرته بيادبم اوازدى   وايي ځۍ په پلوشوشمس ته ورخيږو په هرګل كې د� �وڼۀ شبنم اوزدى  ",غــــزل 3854,ميرويس جلالزې," له لبنان څخه وروستي راپورونه وايي چي د دي هيواد د رفيق هريري په نامه نومول شوي هوايي ډګر وروسته له هغه نن سهار وتړل شو چي اسرايلي هوايي ځواکو د دي ډګر په تګ لاري(رن وي) بمونه وغورځول . ",د لبنان نړيوال هوايي ډګر وتړل شو 3855,," ", 3856,ميرويس جلالزې,"   د هلمند د ولايت وياند غلام محي الدين وايي طالبانو وروسته له هغه چي د چهارشنبي په ورځ غرمه مهال د نوزاد ولسوالي د بازار دوکاندارنو ته  اخطار ورکړ له اخطار سره يي سم د افغان پوليسو او ملي پوځيانو په مرکز بريد وکړ. د محي الدين په وينا ايتلافي ځواکو په متقابل هوايي بريد کي ١٩ تنه طالبان ووژل او پاتي نور په تيښته بريالي شول. د نوزار بازار يو دوکاندار چي نه يي غوښتل نوم يي خپور شي ويلي چي طالبان په سپکو او درندو وس� �و او د کال ماډل هونډا موټر سايکلو سمبال وو خو د امنيتي چارواکو له مقاومت وروسته له سيمي وتښتيدل . په دي بريد کي افغان او ايتلافي ځواکو ته مرګ ژوبله نده اوښتي.  ",طالبان: د نوزاد دوکاندارانو خپل دوکانونه پريږدي 3857,داکتر حسن-لندن,"  هوش مې،دمیني دشرابو په پیاله کې پروت دی چې مې یاغي تندی ښکلا ته په سجده کې پروت دی مونږ جوړو دژوندتصویر دحادثو له رنګو چې لا تر اوس ئې ښایست په تماشه کې پروت دی لکه چې لمر د وریځو څڼې پخپل مخ خورې کړي داسي دې سپین جبین دزلفو په تیاره کې پروت دی پام دښکلا مطربه کړه ګوتې دې ستړې نه شي ډیر زر وبم مې لا دمیني په نغمه کې پروت دی لا مې شو زیات ور سره شوق دمیخوري زاهده څومره فساد دې ګنهګاره په تو به کې پروت دی خدای خبر زړه دی چې چغیږي او ټوپونه وهي که نیم بسمل مې په کوکارو په سینه کې پروت دی پښتون غرور مې لګولی دی په شونډو مه� � کنه یو پڼډ دارزو ګانو مې په زړه کې پروت دی ډیر کړلیچونه د ي حسنه د ژوندون په لا رکې لا خو زړه چاودی تجسس په دې کیسه کې پروت دی   ", د ارزوګانوپنډ 3858,"صديق ا� �له بدر"," حق منم چې ما سره دې نه رغېږي خو دا ته نه يې ته راته ګرانه يې ډې� � درسره مينه لرم او زړه مې غواړي هر نظر ته دا ستا جانه لوګى لوګى شم درځنې وګرځمه خو دا يوه خبره زما له زغمه وتې  خو دا يوه خبره  درسره نه منمه خو دا يو حق درلره نه دركوم  چې راته وايې هر وخت  ما سره مينه مه كړه  ما سره مينه مه كړه ",حق 3859,ميرويس جلالزې,"   مروه  چې ٢٢ کاله عمر لري او د وزيراکبر خان په روغتون کې يي لاس په غاړه پوري ځوړند ده وايې :هغه مهال يې د ايشيدلو اوبو چايجوش پر لاس و� �  چپه شو کله چې يي د طلوع ټلويزيون څخه د هندي ډرامي (يو وخت خواښي هم ناوي وه) ننداره کوله دا هندي � �رامه چي د لمړي ځل لپاره يي په افغانستان کې په ډير کم وخت کي ډير لوي شهرت تر لاسه کړي ډيري کورني يي د ليدو � �يواله دى. دا ډرامه له هندي ژبي د يو ډلي افغانو ژباړونکو له خواه لمړي په دري ژبه ژباړل شوي او وروسته بيا (دوبله ) او ننداري ته وړاندي شوي ده . ديادوني وړ ده چې د کابل ښار  په ګڼو واټو  کې  سوداګريز ډيري توکي د دي ډرامي د وتلي څيري تولسي په نامه خرڅولو ته وړاندي شوي او مينه وال يي هم د اخيستو ليواله دي.   ",تولسې د افغاني پيغلي ژوند له خطر سره مخامخ کړ 3860, سید شاه سعود,"  ژوند را سره نشته قاتلان راپسې نه راځي ستورو پسې نه ځمه اسمان � �اپسې نه راځي سترګې رانه واړوه چې ټکي مې بې ژبې شي هور را پسې مړ کړه چې امکان راپسې نه راځي منځ کې مو انا د همالې هسې ولاړه ده زه ورپسې نه ځمه جانان راپسې نه راځي هسې نه ورېځه مې د سترګو روزه ماته کړي پورته ترېنه ځمه چې باران راپسې نه راځي بس دی شاه سعوده نور د هر څه نه لاس اخلمه هاغه ځای ته ځمه چه خپل ځان راپسې نه راځي ",غزل 3861,ميرويس جلالزې," له جويچيرو کويزومي سره  په دي سفر کې د جاپان د کابيني ځيني غړي هم شامل دي. اسرايلو ته د کويزومي د خبرو په  اصلي موخه تر اوسه څه ندي ويل شوي. د جاپان د بهرني و چارو وزارت  وايي کويزومي به په خپل دي سفري کي د اسرايلو له لمړي وزير ايهودالمرت سره وګوري. اسرايلو ته د جاپان د لمړي وزير سفر په داسي حال کې تر سره کيږي چي د اسرايلو او فلسطنيانو برسيره د اسرايلو او لبنانيانو ترمنځ وضيعت ورځ په ورځ د خراپيدو په حال کې ده . ",جاپان لمړي وزير تل ابيب ته ورسيد 3862,اما ن الله نصرت," زخمي وختونه کله به تير شي داد غم وختونه زخمئ زخمي تورتم تورتم وختونه ملګرو ښکاري بيا چنګيز راغلی شول وينې وينې هر قدم وختونه چنار ستي نښتر ايره ايره شول نشته رباب او د ادم وختونه ستا د سپرلو سبرلو کتو په تمه اغزي اغزي مې شول هردم وختونه وخته ګيلې له خپل قسمته کوم چې مې نصيب شول د ماتم وختونه څوک مې به غشو څوک په کاڼو و� �ي سلګۍ سلګۍ مې شول برهم وختونه  نصرته ګرځم اوښکې اوښکې سترګې په اور مې سيزي دم په دم وختونه ",زخمي وختونه 3863,م _ب _احدیار,"  نه يې ملنګ نه مستانه غوندی يې زما زړګیه عجیبه غوندی يې د هجر شپې درنه پوښتنه کوم دنورو شپو ولې اوږده غوندی يې مونږ د وصال تږي په مزکه ناست يو ته د اسمان په ټال سوره غوندی يې دجنت مۍ دې بيا په خوب کې څښلي ملا خمار خمار نشه غوندی يې سترګې دې واړولې پوه شومه اوس د احدیاره بيا خفه غوندی يې پیښور پوهنتون ", غزل 3864, عبدالرووف ليوال,"  عبدالرووف ليوال دکرزي دحکومت اصلي سټې تکنوکراتان کيداى شي او بس ، په دې وروځو کې ډيري  خلک په تياروکې سوک وهي په دې مانا، دوىوايي چې وا� �له وضعه ډيره خرابه ده ، نه پوهيږ و دا کرزى څه کوي ؟ خو زما په فکر دا خلک اصلي لا ملونو ته متوجه نه دي.  ښه به داوي چه دا لاملونه يو څه وڅيړو اود دې جړ سپنسي دتار سر پيدا کړو ، داخبره خو ټولوته جوته ده چې په تيرو وختونوکې کمونستانو ، تنظيمي ډلو ، طالبانو زموږ خلک داسې ځورولي او کړولي يې دي چې له درې واړو نه بيزاره دي ،ددې درې ډلو بقاياوې  چې په اوسني حکومت اويا پارلمان کې دي سخت يوبل تخريبوي ، نو زموږ دخلکو دام يد سترګې  هغه پوه ، هيواد پالونکو او تکنو کراتانو ته اوړي ،چې نا پوه خلک کله کله  ورته سګشويان وايي  ،خو دکرزي دحکومت اصلي ستې تکنوکراتان کيداى شي او بس .   دا چې د٨٥ کال دغبرګولي د اتمې او دچنګاښ ديارلسمې او څوارلسمې پېښو څومره تکنوکراتان وارخطا کړي وو دابه وروسته وڅيړو خو مخکې له هغه دکرزي دح کومت اصلي اډانه له کومه راغله هغه تکنو کراتان و چې لومړى ديونيکال په پروژې کې  ښکيل خلک وو ، خو وروسته له طالبانود واک ګدي ته ورسيدل . دبيلګې په ډول کرزى، زلمى خليزاد، پوهاند سلام عظيمي، خداى بخښلى جمعه محمد مح مدي، مير صديق دکانو و صنايعو پخوانى وزير، دتکنوکراتانوبله ډله چې وروسته به دامريکا له غښتلي او پياوړي م� �اتړ سره مخ شي. پکې علي احمد جلالي، لطيف جلالي، اشرف غني احمدزي، پوهاند شريف فايض، او داسې نور به وي  ، هغه ځواک چې همدا اوس په افغانستان کې دمالوچو دپړانګ په شان زورلري، خو خلک او طالبان ترې بده وړي هغه دپخوانيو م جاهدينو مفته خوره ليډران دي چې اوس دواک په ګدۍ غير مستقيم ناست دي مزې چړچې کوي(خوري يې او حساب نه مني) ، له س� �ه دافغانستان دخوارو خلکو او دکرزى د ستونزو په قصه کې هم نه دي کله کله پورې خاندي هم کله وايي چې دما يې څه ! او ځينې وخت دغبرګولي داتمې ورځې په شان ما نور  هم اجرا کوي زاړه عکسونه اوشعارونه ( به ياد سابق ) را وباسي  او ورته چکې هم وهي .  دکرزي موقف چا او څرنګه ضعيف کړى دى :   الف : ناپوهه او کرغيړن پارلمان چې اويا په سلو کې په تقلبي انتخاباتو دمجاهدينو له مختلفو اشخاصو نه جوړ شوى او دوى هماغه اغا بلې دي چې هر څه يې په ګټه وي مني يې، خو هغه څه چې ددوى دګټو خلاف او دخلکو په ګټه هم وي والله که يې پرې ومنې .    ب :(سياهى لشکر) دپوليسو ځواک او دبوسو خوسکى دا ځواک په مرکز کابل کې ډيرى له نا مسلکى کسانو، ر شوتخورو، او حتى له پخوانيو داړه مارانو جوړ شوى او هغه چې په ولاياتوکې دترهګرۍ مقابل کې قرباني ورکوي بې واسطې  دي دوى په نظامي تکتيک نه پوهيږي ،په زوړتخنيک سمبال ،اعاشه او اباطه ورته نه رسيږي او ترپ شي  بيادطالبانو په تلک کمين کې غورځيدلي وي .  ج :دم خدره موادو قاچاقچيان چې څلوېښت په سلو کې ددولت چارواکي او دملي امنيت ځواک پکې ګډ او پاکستان هم دهيروئنو جوړولو توکي ورته راليږي او په هلمند ، بدخشان، ننګرهار کې ددوى په مرسته دهيروينو فابريکې جوړيږي دقيمتي ډب� �و او لرګيو قاچاق کې هم هماغه لاس لري چې خوري يې او حساب نه مني او کله کله حکومت کې په تکنوکراتانو مسخرې هم کوي .  د : دسټنګانو ډله ملي امنيت پخوانى خاد چې له سره هيڅ کاريې معلوم نه دى دوى يې هم خو� �ي او حساب نه مني ،هيواد له دسيسو او چاودنو نه ډک دى خودوى يوه هم شنډه نه کړه دخير په غونډۍ ناست کسان او په ( خر ناس ) ماړه دي . ه : اداري فساد او بډې اخيستل، دجنوبي والاياتو په يوه ولسوالۍ کې چا ديوه سپين ږيري زوې ناحقه وژلى و، څو وارې سپين ږيري ولسوال ته ورغى، خو ولسوال ورته ويلي وو چې که زه دا سړى راکش کړم وروسته له هغې چې بېرته خلاص شي بيا نو ته ما له هغه ژغورلى شې، سپين ږيري چې چاره پرې حصر شوې وه دطالبانو نياو ته عارض شو ، هغوى په دوهمه ورځ قاتل قصاص کړ اود سپين ږيري په زړه شوي داغ يخ او تر نن طالبانو ته دعا کوي . ډېرې داسې قضيې او پېښې چې په ولاياتو کې قضا ته راجع شي يارشوت غواړي او ياهم کلونه کلونه څوک پرې غوږ نه ګروي خو که چيرې طالب ته عارض شي نو په څو ورځو کې يې فيصله کوي، نه رشوت اخلي او نه هم ځنډ پکې راځي .    و : بله غټه ستونزه دائتلافى ځواکونو ړندې بمبارۍ اوتلاشي ګانۍ دي که چيرې غم يې ونه خوړل شي نو بيا به څوک هغو افغانانوته چې سر واخلى ، ټينګ شي .   په پاى کې به ددې خبرو نچوړ دا وي چې له کرزي سره خو غونډه نړۍ ولاړه ده ، بې له ويرې دې کوټلى ګام پورته ،د سترو بدلونو هوډ دې وکړي داسې کسان دې په دندو وګم ار ي لکه  پوهاند عظيمي چې کاڼى ، بوټي پرې آفرين وايي .  ",دکرزي دحکومت اصلي سټې تکنوکراتان کيداى شي 3865,," کابل کې افغان امنيتى چاراکو ددوى په وينا داسې کس نيولى ، چې غوښتل يې د فرهنګ او ځوانانو وزارت کې چاودنه ترسره کړي. د کابل د امنيې قوماندانۍ د جنايى جرمونو د څ انګې مشر عليشا پکتياوال نن ددغه کس د نيولو پخلۍ کړى او وايى نن له غرمې مخکې په ١١ بحو او ٣٠ دقيقو يې نوموړۍ کس له يو شمير چاوديدونکو توکو سره لاس په لاس کابل کې نيول شوي دى .نوموړى ويلى د نوموړى لټون لا دې وړاندى � �وان وو. ",د فرهنګ وزارت له چاودنې ژغورل شوي 3866,," طالبان ادعا کوي چي تيره شپه ئې دکنړ ولايت د ماڼوګي ولسوالۍ په سيمه کې دامريکايانو په قرارګاه بريد کړی د طالبانو یو تن ویاند ډاکټر حنیف بېنوا ته وویل چي تر سختي جګړې وروسته يې د امریکایانو درې خېمې سوځولي دي اود ځاني تلفاتو په هکله يې دقیق معلومات نه � �ري . همدا رنګه  ده  ادعا وکړه چي پلویانو يې د همدې ولسوالۍ په ټرړه سیمه کي  د امریکایانو پر ګزمه برید کړی  چي هغو ته ئې مالي او ځاني تاوان  اړولی دی   . دولتي سرچینو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي ",طالبان : په ماڼوګي کي يې پر امریکایانو حمله کړې 3867,,"   له باګرام څخه دائتلافي ځواكونو خپره شوې خبرپاڼه ليكي چې دغو ځواكونو تيره ورځ دهلمند دموسى كلا ولسوالۍ د شراګي په كلي كې يو مح لي طالب قومندان ملا صيف وژلى  او دوه نور طالبان يې نيولي. خبرپاڼه وژل شوى ملا صيف ددغوځواكونو په وړاندې جنګيالى طالب قومندان بولي دغه راز ليكي چې په پيـښه كې ائتلافي سرتيرو او م لكي وګړو ته پكې كوم زيان ندى رسيدلى.  ",ائتلاف: دطالبانو محلي قومندان مو وژلى. 3868,بېنوا خبري برخه," نن دهلمند والي  انجنير محمد داود  و� �وسته له هغه  په هلمند كي دازادۍ راډيو  خبريال  صالح محمد صالح  او په هلمند كي د بي بي سي راډيو خبريال  عبدالصمدروحاني  څخه  څه كم  يوساعت پلټني وكړي نه يوازي  بيلابيل تورونه يې ورباندي لګولي بلكي  ځيني ګواښونه يې هم ورته كړي  .  د هلمند ولايت يوه چارواكي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي نن ناوخته مهال بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي د دغو دوو خبريالانو جرم دا دى چي خبرونه ولي له دولتي سرچينو څخه نه ترلاسه كوي. او داسي ښكاري چي دا خبر ورته چا وركړى وي او دوى كومي بلي ډلي ته كار كوي. د هلمند والي په شخصي ډول له دغو دوو خبريالانو څخه پوښتني ګروېږني پيل كړې، دهلمند والي دغه دوه خبريا لان په دې تورن كړل چي تيره ورځ يې  دهلمند دنوزاد ولسوالۍ  دجګړې رپوټ  غلط خپور كړي وو. ده ادعا درلوده  چي دنوزاد ولسوالۍ  په نښته كي عامو وګړوته  هيڅ ډول  زيان  نه دي اوښتي  بلكي  يوازي  ۱۹ تنه وسلوال طالبان وژل شوي  او دوه دولتي پوليس  ټپيان دي . خو په ګڼو رسنيو كي د نوزاد ولسوالۍ په اړه ويل شوي چي نژدې سل تنه په كي وژل شوي، چي ۳۵تنه يې وسلوال طالبان دي. په هلمند كي دازدۍ راډيو خبريال صالح محمد صالح او عبدالصمد روحاني وايې  چي  دنژدې سلو كسانو دوژل كيدو خبر ورته  په هلمند كي دبرطانوي ځواكونو وياند تور ن  ډريو وركړي چي دوى د نوموړي تر تاييد وروسته يې خپوركړى دى. ويل كيږي چي د ازادۍ راډيو خبريال تقريبا يوساعت په مركزي زندان كي بندي شوى هم و، چي د چا� �واكو له خوا ورته بد رد هم ويل شوي دي. ",دهلمند والي دوه ازاد خبريالان وګواښول . 3869,محمود نظري - لندن," محمود نظريچي وو نه وو يو باچاه وو،ناست په دوکانچه وو ،خوراک يې الوچه وو . او ډير ساده او خوشباوره سړی وو او هغه  بيايو ډيربد ستر ګۍ کازي درلود . يوه ورځ کازي واريده چي د باچا د باغوان ماينه ډيره ښايسته ده  نو د دې لپاره چي هغه وويني ،په چم چم   یې باچا ته وويله: دا دونه وخت کيږی باغوان ستا ډوډۍ خوري او ته يې تر اوسه يوه ورځ هم نه يې ميلمه کړی!  باچا ويل :هين باچا، باغوان را وغوښت او د هغه نه يې ګيله وکړه: ګوره ناځوانه تا يو وار هم زه  نه يم ميلمه کړۍ ته بايد ما او کازي ميلمانه کې!باغوان ډير خپه کورته راغي ماينې يې ترې وپوښتل :ته ولي داسي خپه يې؟ څه خبره  ده ؟ باغوان ورته وويل: باچا وايي : ما او کازي ميلمانه که !هغې ورته وويل: سیي ده، دا خو دونه خبره نه ده . ورسه ورته ووايه: خداي مو راوله اود جمعې په غرمه مي ميلمانه ياست .باغوان هم و باچا ته ورغي او هغه ته يې وويل :خدا ي مو راوله صايبه !د جمعي په  ورځ زما ميلمانه ياست دا  چي د دوبي تودي  ورځې وې او د لمر وړانګې لکه غشي لګېدې   د باغوان ماينې خپله خونه  ښه نرۍ کاګل کړه او خپل ميړه ته يې وو يل: ميلمانه د جمعې په ورځ په باغوکي ښه وګرځوه او چي ښه  ستړي ستومانه  او وږې سول بيا يې کور ته راوله .او هغه همداسي وکړه . د باغوان ماينې ښه د تناره تودې ډوډۍ او د کونجۍ يخي اوبه ورته کښيښوولې ، باچا چي ډير وږۍ او ستړۍ سوی وو  دې ډوډۍ ډير خوند ورکر او کازي هم  په خپل مرام ورسيد اود باغوان ماينه يې وليده او د هغې تورو سترګو، نرۍ غاړې .سره باړخوګانو  د کازی زړه بوک د هغه له کوګله ويسته نوريې خوب اوآرام له سترګو ولاړ اود باغون د ورکيدو په سوچونو کي سو، او � �ول ډول نخشې  یې سنجولې.کازي  باچا ته  و رغۍ او د هغه په غوږ کي يې وويل :دا باغوان ډير پوه سړی دی ولي هغه نه استوې چي هغه د غره د باغ زمريان مړه کي؟ اوولي د هغه باغ نه د خوار اولس لپاره ميله ځای  نه جوړ وې؟ که زما په خوله کوې  دا کار بيله د باغوان بل څوک نسی کولای!  باچا ويل :هين نو يې باغوان را وغوښت او هغه ته يې وويل: ته بايد د غره باغ د زمريانو له منګولو خلاص کې! زه د هغه باغ نه ميله ځای جوړوم چی اولس خوشاله سی! باغوان ډير خپه کورته راغي ماينې يې ترې پوښتنه وکړه :ته ولي بيا داسي خپه يې؟ څه خبره ده ؟ ! باغوان ورته وويل:باچا  هغه د غره باغ چي دا لس کاله زمريانو نيولۍ دی او ده په خپلو ټولو سپاهيانو هغه مړه نه کړه، ما ته وايي هغه مړه او باغ ترې خلاص که !ماينی  يې ورته وويل : که باچا ته، نه  ووايي بيا دی هم غرغړه کوی. ورسه باچا ته ووايه : سیي ده ستا يې فرمان زما يې سر ،څنګه به نه ځم او د هغه نه يو مياشت مهلت او لس کڅوڼې ټنګې، زر او غجرۍ واخله  څه سر دی پر له ګرځوم .باغوان هم باچا ته ورغۍ او د هغه نه يې دا ټنګې،زر او غجرۍ وغوښتلې باچا هم خزانه دار ته امر وکړ او هغه دا ټولي ټنګې ،زر او غجرۍ ورکړي ماينی يې په پښت باندی سر تر پايه د وسپنی کالی ورجوړ کړه او ده ته يې وويل :چی هورې باغ ته نژدی سوې  د وسپنی کالی واغونده .په يو لاس کي توره اوپه بل لاس کي د پسه لم ونېسه او يوه ناره ناري که ! چي زمری درباندی راغۍ  هغه  اول پر تا برید کوی  او دا چي تا د وسپني کالي اغوستي دی  نو بيا  پر لم بریدکوی، پر توره يې وهه او سر ترې پرې که!  همداسي نور زمريان هم مړه که! او بیا يې غوږونه  پرې او ناوخته کور ته راسه! چي څوک دی ونه وينی . او حال پلن واچاوه .څه سردی پر له ګرځوم ،چي باغوان باغ ته نژدی سو د وسپنی کالي يې واغوستل په يو لاس کي يې لم او په بل لاس کي يې توره ونيوله او ناره يې کړه :و يه قربان.....زمري چي د باغوان ږغ واوريد، د ده خواته په غړمباړی  او ځغاسته راغی دده و سر ته يې حمله کړه خو منګولې يې پر وښوېدې، نو بيا يې لم ته خوله واچوله او باغوان توره ورته کش کړه د هغه سر يې پرې کۍ بیا يو بل زمري هم ورباندی برید وکۍ، هغه بل يې  هم همداسي مړاو غوږونه  یې ترې پرې کړه او بيا باغ ته ننوت هلته يې  دزمريانو دو ه چوچیان وليده هغه يې هم به خورجين کي واچوله او د شپې ناوخته په پټه کور ته ولاړاو دا پاته مهلت يې په کور کي خوبونه کول .او کازي بيا هرماښام ددوی تر کوره راتلی او ډول ډول ميوې ، دانې  او سوغاتونه به يې د باغوان ماينې ته راوړل.  او ناری به يې کړه: ورينداری څنګه يې؟ او د باغوان د راتګ پوښتنې يې کولې او ويل به يې: ورينداری کوم شی خو دی په کار نه دی!د باغوان ماينې چي د کازي په نيت له اوله  پوه وه   د هغه نه يې ډول ډول خواستونه کول او د کور خرڅ يې په هغه  پوره کوی چي د باغوان وخت پوره سو هغه په څيری څيری کالو به دوړو لړلۍ،  ګوډ ګوډ  د باچا د ماڼۍ خوا ته رهي سو. او په ښار کي آوازه سوه چي باغوان زمريان وژلي دی او راغی .باغوان هم د زمريانو غوږونه او دوه چوچیان د باچا و مخي ته کښېښوول.  باچا ډير خوشاله سواو  دکازي پسې  يې سړی واستوی  چي هغه راغی  باچا هغه  ته په خوشالۍ وويل :رښتيا چي ته پوه سړی يې . کازي په زړه کي ډير خپه او خواشينۍ وو او چرت يې وهه چي دا څه چم وسو او د بلي پلمې او نخښې په لټه کي سو. لنډه دا چی بياد باچا پر غوږ ور پرېوت او هغه ته يې وويل :که زما منی دا باغوان ډير هوښياردی، هغه واستوه چي د تور غره څلويښت غله چي د خلکو مالونه غلا کوی او خلک وژنی  او ملت ټوله زموږ له امنيت  نه ناراضه دی ، مړه کی! باچا ويل :هيناو باغوان ته يې امر وکۍ: ورسه د تور غره څلويښت غله مړه که !باغوان ډير خپه کورته راغي ماينې يې  بيا ترې وپوښتل :ته ولي بيا داسي خپه يې؟ څه خبره ده  ده !  باغوان ورته وويل:باچا چي په ټول قوت يې د تور غره غله ورک نه کړه  ما سپين ږيری ته  چي په خدمت کي يې راست يم، وايي: ورسه هغه مړه که !ماينې يې ورته وويل : بله چاره نه لرې، ورسه ورته ووايه: زه ستا امر په سر او سترګو منم ،ما ته يوه مياشت مهلت او پنځلس کڅوڼي ټنګې، زر اوغجرۍ راکه!    لنډه دا چي، ده باچا ته را ټوله وويل: باچا هم خزانه دار ته امر وکړ او هغه دا ټولي ټنګې ورکړېد باغوان ماينې څلويښت ټکۍ چي په زهرو لړلي وې او يوه بلمنګه ټکۍ بی زهرو ور پخه کړه او ده ته يې وويل: چي کله غره ته نژدې سوې يوه ناره ناری که. چي کله غله در باندی � �اغله تا تلاشی کوی ته ورته ووايه دا  ټکۍمی لور ته وړم ،مور يې ورته پخکړی دی اولور مي  د غره هاخوا اوسيږی. هغو چي دا ټکۍ وخوړ ي مړه به سي د هغو غوږونه پرې که او د شپې ناوخته چي څوک دی ونه وينی کور ته راسهڅه سر دی پر له ګرځوم باغوان چي غره ته ورسېدی ناری يې کړه: يه قربان ....غله پر راغلل دی يې تلاشی کۍ او ټکۍ يې سره وويشلې او بل منګه ټکۍ يې ده ته ورکړه  هغوی چي ټکۍ وخوړي مړه سول او ده  د هغو غوږونه پرې او په  خورجين کي يې واچوله او ناوخته  کور ته رهي سواو دا يوه مياشت يې حال پلن واچوی  او په کور کي يې خوبونه کول .او کازی بيا هره م اښام ددوی دروازه ورټکوله او ډول ډول ميوې ، دانې او سوغاتونه يې ورته راوړل او ناری به يې کړل: ورينداري څ نګه يې؟ورينداري کوم شی خو دی په کار نه دی؟او د باغوان ماينې به د حيا نه په ډکه خندا ځواب ورکۍ: يا،او دکازي به د باغوان د راتګ پوښتنې کولې.چي د باغوان مهلت پوره سو هغه  په څيري څيري کالو به دوړو لړلی  ګوډ ګوډ هله هله د باچا  د ماڼۍ خوا ته رهي سو.په ښار کي  آوازه سوه چي باغوان د تور غره غله مړه کړی دی باغوان هم د غلوغوږونه د باچا و مخي ته کښېښوول ، باچا ډير خوشاله سواو  دکازی پسې  يې رویبار واستوی هغه چي را غی  هغه  ته يې په خوشالۍ وويل :رښتيا چي ته پوه سړی يې . کازی په زړه کي بيا ډير خواشينۍ سواو چرت يې واهه چي دا بيا څه چم وسو او د بلي پلمې او نخښې په لټه کي سولنډه دا چي کازي داسي نخښه جوړه کړه چي هيڅ خو هيڅ شی نه دی او د هيڅ په نامه خو حيوان هم نسته، دی به د هيڅ پسې واستوم او هلته به يې شرمښان وخوری او که يي هيڅ رانه وستی بيا به يې  هم په  باچا مړ کم چي د هغه امر یې په ځای کړی نه دی کازي بیا د باچا پر غوږ  ور پريوت او هغه ته يې وويل:که زما منې دا باغوان ډير هوښيار سړی دی هغه واستوه تاته  د خوش بختۍاو سعادت حيوان چي هيڅ نوميږی راولی! چي هيڅ په باچاهی کي نه و ي هغه باچاهي خوند نه کوي،  بې هيڅه ژوند ژوند نه دي، ته يې ولي ونه لري ! ته تر چا کم يې ! دا مظ� �وم خلک د چا کم دي چي  په شاهي باغ کي هيڅ نه لري  او پړنګ باچا ته په ژړا سوباچا ويل :هيناو باغوان ته يې امر وکړ: چی ورسه ما ته هيڅ راوله !باغوان ډير خپه کورته راغي ماينې يې بيا ترې وپوښتل :ته ولي بيا داسي خپه يې؟ بيا څه خبره ده ! باغوان ورته وويل: باچا وايي ورسه ما ته هيڅ راولهماينې يې ورته وويل : بل چاره نه لرې، ورسه ورته ووايه: زه ستا امر په سر او سترګو منم ما ته يوه مياشت مهلت او شل کڅوڼې ټنګې، زر اوغجرۍ راکه . ده باچا ته دا ټوله وويل باچا هم خزانه دار ته امر وکۍ او هغه دا ټولي تنګې ورکړېد باغوان ماينې و باغوان ته وويل: سهار وختي ځه په دښتو او غرو کي د الوتونکو بڼکې او د حيوانانو وړۍ،   دپوستونو ټوټې را ټولوه او د شپې ناوخته کور ته راځه . څه سر دی پر له ګرځوم د باغوان هره و رځ همدا کار وو  او کازی بيا هره ماښام ددوی دروازه ورټکوله او ډول ډول ميوې او دانې يې ورته راوړل او د باغوان د راتګ پوښتنې يې کولې او ويل به يې: ورينداري! څنګه يې؟  د شپې خو نه بېرېږی؟کوم شی خو دی په کار نه دی؟د باغوان ماينې د هغه نه ډول ډول  الوتونکې  غوښتل او هغه ته  يې ويل: سينه مي درد کوي  يوه دانه طاوس  غواړم  او بل شپه يې و رته ويل: يو کولنګي چرګ غواړم  او بله  شپه طوطي... ترې غوښت  باغوان د ماينې په سلا دوې پرله پسې خونې جوړي کړې  او د دواړو خونو تر مينځ يې يو څاه وکیندۍ  او هغه يې يوه ورځ له مهلت نه مخکي د سرېښو ډک کړ او په دوهمه خونه کي يې هغه ټول بڼکې ، ويښتان ،و ړۍاو د پوستونو ټوټې اوري کړې او باغوان ته يې وويل: ته به د شپې په دو لسو بجو ديوې شلاخې او تسمې سره کور ته راسې ما به  هيڅ تيار کړی وي د هغه   په غاړه کي به دا تسمه واچوې  او سبا به يې په وهلو وهلو و باچا ته بوځې ماښام چي کازي � �اغی او پوښتنې اوښتنې يې پيل  او نارې يې کړې: ورينداري! څنګه يې؟ کوم شی خو دی په کار نه دی؟ او د شپی خو نه بي� �يږی؟ امنيت ډير خراب دی په ځان پام کوه! او رښتېا د باغوان  کوم درک- مرک نه دی مالوم سوی ؟!د باغوان ماينې د حيا نه په ډګه خندا ورته ځواب ورکۍ: يا د هغه دی خاورې په سر سي هغه  کله هیڅ پيدا کولای سي کازی ورته وويل: که پيدا يې نه کۍ بیاباچا هغه وژنی  سر خلاص که!د باغوان ماينې کرار دروازه خلاصه او کازی ته يې وويل: پرون شپه � �يره بېرېدمه!کازي د منګي غوندي په غټه خېټه يو بغله د دروازې نه ور تير سو.او د باغوان ماينې  ته يې وويل: زه خپله پرتا پهره کوم او د کوتې  په پای کي کښيناست د ډوډۍ خوړلو وروسته يې گرمي وسوه او کرار کرار يې  ټول کالي ويستل او لوڅ لغړ پرېوت او د باغوان مايني ته يې ويل: راسه چي بيده سو! هغې ورته ويل: څه تلوار دي دی شپه خو لا اوږ.ده ده. او دا مهال دروازه  وټـکيده او د باغوان ږع سو:هو ښځې! چيري يې؟ هيڅ مي راوستی دی.  کازي وويل: زه څه وکم؟ د باغوان ماينې ورته وويل: ته هغه بلي خونې ته ولاړ سه!کازي بلې خونې ته وځغستل  او هلته د سرېښو په څاه کي ولويد اود باغوان ماينې د سرېښو يوډک سطل پر سر ورتوی کۍ،  بيا يې هغه راپورته  کۍ اوهغه ته يې و ويل: ته په هغه خونه کي لغړه چي وچ شې اوزه  به باغوان  اخته کم باغوان نارې کړه: دا هيڅ  چيري ودرم؟  ماينې يې ورته وويل: هغه خوني ته بوځه! باغوان هغه خوني ته ورغۍ او د کازی  په غاړه کي يې  تسمه ورواچوله د باغوان ماينه راغله او باغوان ته يې وويل: کمه دی هيڅ ؟باغوان کازي به شا وټکوی او ورته يې وويل: دغه دی .  هغې چي د کازي پر شا لاس تير کړ، ناری يې کړه: دا څومره لوند خېشت دی! اور يې ورته بل کړاو او د  بدن په لوڅو ځايو يې پاته بڼکې ورومښلول سهار يې په وهلو وهلو د باچا د ماڼۍ خواته هله هله رهي کۍ، په ښار کي آوازه خپره  سوه  چي باغوان هيڅ راوستی دی باچا  د هيڅ په ليدو ډير خوشاله سو او  دکازي پسې يې سپاهيان وليږل چي هغه ژر خبر کړ ی ځکه هغه ډير ارمان درلود چي  هيڅ وويني .خو کازي نه وواو هره ورځ جوپه جوپه خلک د هيڅ ديدن ته راتلل  چي دا د سعادت حيوان په خپلو سترګو وويني او د دوږخ اور پر حرام سيباغوان او ماينې يې  د دې باچاهۍ کډه وکړه او و� �اړه.    کيسۍولاړه په کولک ننوتله                                          زه ولاړم په تلتک ننوتمپای ",هيڅ ((فوکلوري (فلکلوري) نقل)) 3870,شریف بهاند,"   د واقعي دښمنانو له شتوالي پرته، نه شو کولي واقعي دوستان ولرو. که له هغه څه نه کرکه و نه کړو، چې په هغه پورې اړه نه لرو، نو نه شو کولي له هغه څه سره مینه وکړو، چې په هغه پورې اړه لرو. (مایکل دیبدین)   دشریف بهاند ليکنه - جرمني   د سوسیالیستي نظام ماتې که له یوې خوا په ټوله نړۍ کې د ولسواکۍ او د لویدیځ پانگه وال نظام د بري هیلي رامنځته کړي، خو له بلې خوا له هغې سره جوخت د سړې جگړې اصول، چې د سوسیالیستي نظام محدودول و، هم خپل ارزښت له لاسه ورکړ او په دې توگه د هغې د وروسته پړاو له پاره یوه تیورتیکي خلأ رامنځته شوه. نو ځکه د لویدیځې نړۍ سیاستوال او همدارنگه د نړیوالو څیړنو مرکزونه او د هغو څیړونکي په دې لټه کې شول، څو نوي اصول، چې د سړې جگړې د ستراتیژې ځای ونیسي، رامنځته کړي. په دې ترڅ کې تر ټولو دمخه د راند د څیړنیز مرکز Rand Corporation څیړونکی، فرانسیس فوکویاما Francis Fukuyama خپله له هیلو ډکه نظریه، چې په ټوله نړۍ کې د لیبرالې ولسواکۍ د برلاسۍ  او د ایدیالوژیکو کړکیچونو د پای زیري یې ورکاوه، په خپل کتاب "" د تاریخ پای"" کې وړاندې کړه. د فوکویاما په اند ""لیبراله ولسواکې"" د بشري ټولنې د حکومت وروستی ډول  دئ. نوموړي په دې اړه  په خپل دغه اثر کې لیکی: د تاریخ پای هغه وخت دئ، چې بشریت د داسی یوې ټولنې په جوړولو بریالی شي، چې په هغې کې خپلې بنسټیزې اړتیاوې او غوښتنې ترلاسه کړي شي. ننني بشر هغه ځای ته رسیدلي، چې نه شي کولي ذاتآ له دغې نړۍ پرته د بلې نړۍ په اړه تصور وکړي، ځکه هیڅ داسی نښې نښانې نه تر سترگو کیږي، چې له اوسني نظام نه به ښه نظام رامنځته شي (وگوري  Fukuyama, Francis, 1992, S. 75-89). فوکویاما د همدې اثر په یوې بلې برخې کې زیاتوی: د څو تیرو لسیزو په ترڅ کې ""لیبرالې ولسواکې"" پر خپلو ایدیالوژیکو سیالانو د ساری په توگه سلطنتي نظام، فاشیزم او اوسمهال د کمونیستي نظام په وړاندې بری ترلاسه او د یوه بریالی حکومتی نظام په توگه یې خپل مقام ثابت کړ. سربیره پر دې ښایي لیبراله ولسواکې ""د بشریت د ایدیالوژیکی بشپړتیا د پای ټکی"" او ""د بشری حکومت وروستې بڼه"" وي او هغه په دې مقام کې د ""تاریخ پای"" جوړوي. په حقیقت کې د کمونیزم ماته د لویدیځ د لیبرالو ارزښتونو د بریاوو لامَل او د ایدیالوژیکو شخړو پای گڼل کیږي (وگوري  Fukuyama, Francis, 1992, S. 29-40). د فوکویاما دغه نظریه د ډیرو سیاستوالو او شنونکو (تحلیلگرانو) له خوا نوې، ډیره په زړه پورې او مهمه وارزول شوه. خو په نړیواله کچه د پیښو پرمختیاوو، د بیلگې په توگه د نړۍ په ځینو سیمو کې قومي او دیني  کړکیچنو، د بنسټپالې ملت پالنې رامنځته کیدنې او داسي نورو دغه نظریه بې اعتباره او زمینه یې د سامویل فیلیپ هانتینگتون Samuel P. Huntington گواښمنې نظریې، ""د تمدنونو تر منځ ټکر او د یوویشتمې پیړۍ له پاره د نوی نړیوال نظم جوړولو""، ته هواره کړه. د نوموړي په اند، له سړې جگړې څخه وروسته نړیوال سیاست د تمدنونو د ځانگړتیاوو پر بنسټ طرحه او د عمل په ډگر کې پلی کیږي. هانتینگتون په دې اړه لیکي: ""ملتونه د نوي هویتونو، چې په عین حال کې ډیر لرغوني دي، د کشف په حال دي او له نوو بیرغونو سره، چې ډیر پخواني دي، د نویو دښمنانو، چې هغه هم څه نا څه پخواني دي، په وړاندې د جگړې ډگر ته وردرومي""(18 , S. Samuel P. Huntington,). هانتینگتون د هویت د لا روښانتیا په اړه د مایکل دیبدین Michael Dibdin له رومان څخه په اخیستنې سره لیکي: "" د واقعي دښمنانو له شتوالي پرته، نه شو کولي واقعي دوستان ولرو. که له هغه څه نه کرکه و نه کړو، چې په هغه پورې اړه نه لرو، نو نه شو کولي له هغه څه سره مینه وکړو، چې په هغه پورې اړه لرو""(18 , S. Samuel P. Huntington,). نوموړی غواړی په دې توگه د نړۍ د ژوندیو تمدنونو په ویش سره د متحدو ایالتونو له پاره نوي دوستان او دښمنان په گوته کړي. ځکه د سړې جگړې په بهیر کې نړۍ په درییو برخو، پانگه وال سیستم، سوسیالیستی نظام او په ناپییلي هیوادونو ویشل شوې وه او  نړیوال سیاست دوه قطبی بڼه درلوده. د دغو دواړو قطبونو تر منځ له ایدیالوژیک، سیاسي، اقتصادي او ځیني وخت پوځي پلوه سیالې، په تېره د دریمې نړۍ په هیوادونو کې، چې له اقتصادي پلوه وروسته پاتي او بیوزلي او په کې سیاسي ثبات هم کمزوری و، روانه وه. خو په اوس وخت کې د نړۍ د هیوادونو تر منځه د سړې جگړې د وخت ویش خپل باور له لاسه ورکړی او ځای یې د اوسنې نړۍ اوو او یا اتو بنسټیزو تمدنونو نیولی دئ. هانتینگتون په دې اړه وایي: "" په دې نوې نړۍ کې، سیمه ییزو سیاستونو قومي ماهیت غوره کړی او نړیوال سیاست د تمدنونو سیاست دئ. د سترو ځواکونو تر منځه سیالۍ خپل ځای د تمدنونو تر منځه ټکر ته ورپریښي دئ""(24 , S. Samuel P. Huntington,). د نوموړي په اند، له سړې جگړې څخه په وروسته نړۍ کې، د هر تمدن بنسټیز او مرکزی هیواد به د هغې د پړاو د ستر ځواک ځای ونیسي. نړیوال ځواک نور مانا نه لري. هیڅ هیواد، ان متحده ایالتونه ځانگړې ستراتیژیکې گټې نه لري، د نړۍ ویش د تمدنونو پر بنسټ اړین بریښي او له هغه څخه هیڅ تیښته نه شته (وگوري: 28-38  , S. Samuel P. Huntington,). هانتینگتون د نړۍ اوسني ژوندي او بنسټیز تمدنونه په لاندې ډول سره ویشي: چیني (کنفوسیوسی)، جاپانی، هندی، اسلامی، لویدیځ، ارتودوکس، د لاتینې امریکا او افریقایی تمدن (وگوري: 57-62  , S. Samuel P. Huntington,). کومې مهمې موضوع ته چې هانتینگتون په خپل اثر کې نغوته کړی او هغه تر ټولو گواښمنه بریښي، دا ده، چې نه یوازي د نومول شویو تمدنونو تر منځ د ټکر شونتیا شته، بلکې په واقعیت کې له دې ډول ټکرونو څخه مخنیوي ناشونی بریښي. د نوموړی په اند: ""... تر ټولو له گواښه ډکه دښمنې، چې په ښکاره توگه تر سترگو کیږي، هغه د بسټیزو او اصلی تمدنونو په کمزورو او سستو پولو (Fault Lines ) کې رامنځته کیږي"" (18 , S. Samuel P. Huntington,). ځکه نو هانتینگتون نور تمدنونه په تیره اسلامی او کنفوسیوسی تمدنونه لویدیځ تمدن ته گواښمن بولي او په ټینگار سره له لویدیځ تمدن. څخه غواړي، چې د اسلامی – کنفوسیوسی تمدنونو اقتصادي او په تیره د پوځي ځواک پرمختیاوي محدودې، د دوي تر منځه له اوسنیو توپیرونو او کړکیچونو څخه گټه ترلاسه کړي او د دغو تمدنونو او نورو په دننه کې له هغو ډلو څخه ملاتړ وکړي، چې د لویدیځ له گټو او ارزښتونو نه دفاع کوي او په دې توگه د لویدیځ واکمني وساتل شي، گټې یې تأمین او اقتصادي او سیاسي ارزښتونه یې پراختیا ومومي. خو""کنفوسیوسی او اسلامی ټولنې په دې هڅه کې دي، څوخپل اقتصادي او پوځي ځواک لا پیاوړي کړي، چې د لویدیځ په وړاندې مقاومت او همدارنگه له هغه سره «انډول» برابر کړي. نو ځکه له سړې جگړې څخه په وروسته نړۍ کې، د نړیوال سیاست له بنسټیزو محورونو څخه، له لویدیځ ځواک او کلتور سره د نورو ( نا لویدیځو)  تمدنونو د ځواک او کلتور تعامل دئ"" (28 , S. Samuel P. Huntington,). که څه هم "" ... د لویدیځ ځواک، د نورو تمدنونو په پرتله د زوال په حال کې دئ"" (28 , S. Samuel P. Huntington,)، او یا د زبیگنیو برژینسکی په اند: "" ... سکولاریسم عنان گسیختۀ حاکم بر نیم کرۀ غربی در درون خود نطفۀ ویرانی فرهنگ غربی را می پرورد. ... نه برخورد تمدنها."" زیرا "" در زمینۀ فرهنگی ... غرب نوعی لذت گرایی مادی را رواج میدهد که در تحلیل نهایی برای بعد معنوی انسان خیلی بیشتر مضر است"" (161-162 , S. Amiri-Vahid Mojtaba,). خو سره له دې هم د لویدیځ او نورو تمدنونو تر منځ اوسمهال د انډول رامنځته کیدل دومره ساده نه ښکاري. ځکه لویدیځ، نړیوال مهم سیاسي او امنیتي سازمانونه د بیلگې په توگه، د ملگرو ملتونو د امنیت شورا، نړیوال بانک او نړیوال وجهی صندوق، تر خپل اغیز لاندې لري او په واقعیت کې دوي د نړۍ د اداره کولو له پاره، په هغه ډول سره، چې د لویدیځ گټې تأمین، برترې یې خوندي، سیاسي او اقتصادي ارزښتونه یې د نړۍ گوټ گوټ ته پراخه او وساتل شي، له دغو نړیوالو سازمانونو او پوځي ځواک څخه گټه ترلاسه کوي. هغه پریکړې، چې په دغو نړیوالو سازمانونو کې نیول کیږي، په روښانه توگه د لویدیځ د گټو انعکاس دئ، خو دوي له هغو څخه د «  نړیوالې ټولنې د گټو» په توگه دفاع کوي. د هانتینگتون په اند:"" د نړیوالې ټولنې اصطلاح هغه مؤدبانه اصطلاح ده، چې د «آزادې نړۍ» د اصطلاح په ځای کارول کیږي، څو د امریکا د متحدو ایالتونو او نورو لویدیځو ځواکونو هغو اقداماتو ته نړیوال مشروعیت وروبښي، چې د دوي گټې منعکسوي"" (292 , S. Samuel P. Huntington,). د ساری په توگه لویدیځه نړۍ ، د نړیوال وجهی صندوق او نړیوال بانک په مرسته  هڅه کوي، داسي اقتصادي سیاستونه، چې د دوي د نړیوالو گټو تأمینونکي دي، طرحه او هغه پر نورو هیوادونو وتپي. گیورگی آرباتوف د لویدیځ دا ډول اقتصادي سیاست ته نغوته کوی او وایي: د نړیوال وجهی صندوق چارواکي "" نوي بلشویکان دي، چې مینه لري، د نورو پیسي مصادره کړي، غیر دیموکراتیک او پردي سیاسي او اقتصادي مقررات پر هغو وتپي او اقتصادي آزادی محدوده کړې"" (293 , S. Samuel P. Huntington,). لویدیځ صنعتي هیوادونه د خپلو دا ډول موخو د ترلاسه کولو له پاره د نړیوال وجهی صندوق د مالي وسایلو (ونډو) پر بنسټ  آزاد لاس لري. په داسي حال کې چې د ملگرو ملتونو هر غړی هیواد د اصولو له مخې د یوې رایي مستحق دئ،یانی ""یو هیواد یوه رایه"" « One country-one vote » خو په نړیوال وجهی صندوق کې هر ""ډالر (ونډه) یوه رایه"" « - one vote  dollar One » ده. په نړیوال وجهی صندوق کې"" اته ستر صنعتي هیوادونه په سلو کې له ۲ ،۴۵ زیاتې رایي په خپل واک کې لري، چې په دې ډله کې د متحدو ایالتونو ونډه په سلو کې له ۱، ۱۷ څخه  زیاته ده، د جاپان ونډه ۱، ۶ په سلو کې ، د المان ونډه شپږ په سلو کې، د فرانسې ونډه  نږدی پنځه په سلو کې، د بریتانیا ونډه څه نا څه پنځه په سلو کې، د ایتالیا ونډه  ۳، ۳ په سلو کې، د کانادا ونډه څه نا څه ۳په سلو کې  او د روسیې د فدراسیون ونډه ۸، ۲په سلو کې ده. په داسي حال کې، چې د نړۍ د اتیا تر ټولو بیوزلو هیوادونو ونډه یوازې لس په سلو کې او پاتې برخه یې د نورو هیوادونو ونډه ده ... د نړیوال وجهی صندوق د مهمو پریکړو د نیولو له پاره پنځه اتیا په سلو کې رایو ته اړتیا ده، په دې توگه یوازې متحده ایالتونه کولي شي د خپلو له ٪ ۱۷ څخه د زیاتو رایو په لرلوسره د دا ډول پریکړو له نیولو څخه مخنیوي وکړي"".  (Copur/Schneider: IWF&Weltbank;, 2004, S. 24-25 ). د اقتصادي برترې د ساتنې او د هغې د لا پیاوړتیا له پاره پوځي برلاسی یو اړین شرط بلل کیږي.ځکه اقتصادي او پوځي برترۍ یو له بل سره تړلي دي : ""پوځي ځواکمنتیا نه شی کیدی بې له اقتصادي برترۍ پایښت ومومي او د پانگه والی نظام تر شرایطو لاندې اقتصادي برترې په خپل ذات کې ناپایداره ده""( Wagner Jürgen, 2003, S. 38). لویدیځ او په تیره متحدو ایالتونو، د زیات لگښت او زیار له لارې او د وخت په بهیر کې دا ډول پوځي برترې ترلاسه کړې ده. اوس دوي په دې هڅه کې دي، چې د خپلې دغې پوځي برترې د ساتنې له پاره د اتومي، بیولوژیکي او کیمیاوي وسلو د نه پراختیا د سیاست له لارې د نړیوالو او سیمه ییزو سیالانو له رامنځته کیدو څخه مخنیوي وکړي. په دې اړه د متحدو ایالتونو د دفاع پخوانی وزیر ویلي و: "" ... له سړې جگړې څخه په وروسته پړاو کې متحده ایالتونه د متعارف پوځي ځواک له پلوه په خپل وړاندې سیال نه ویني او اوس زموږ د بالقوه (پوتنسیالو) دښمنانو وار دئ، چې د اتومي وسلو په ترلاسه کولو لاس پوري کړي. خو موږ باید هاند او هڅه وکړو او اجازه ور نه کړو، چې دوي د پوځي ځواک له پلوه زموږ د سیال په توگه سر راپورته کړي شي"" (298 , S. Samuel P. Huntington,). نو ځکه دا د حیرانتیا وړ خبره نه ده، چې نور هیوادونه لکه شمالی کوریا، هند او په تیره د روسیې فدراسیون، په خپل دفاعي پروگرام کې د اتومي وسلو په رول ټنیگار کوي. د ساری په توگه یو هندی لوړ پوړی افسر نورو افسرانو ته په ښکاره کلماتو سره وایي: "" تر هغې چې اتومي وسلي نه لرئ، له متحدو ایالتونو سره به نه جنگیږئ"" (297 , S. Samuel P. Huntington,). د نورو تمدنونو لوړ پوړو سیاسي او پوځي مشرانو هم له وروستیو پیښو دا زده کړه کړې ده، چې "" که ته اتومي وسلې ولرې، نو متحده ایالتونه له تا سره جگړه نه کوي""  (297 , S. Samuel P. Huntington,). اوسمهال د لویدیځ او اسلامی - کنفوسیوسی تمدن تر منځ کړکیچ په بنسټیزه توگه د اتومي، کیمیاوي، بیولوژیکي وسلو او د هغو د توغولو د وسیلو پر سر دئ. ځکه "" د چینیانو او مسلمانانو په ځان ویسا  او ځواک د لویدیځ په وړاندې مخ په زیاتیدو دئ او د دوي او لویدیځ د گټو او ارزښتونو تر منځ ټکر ورځ په ورځ زیات او پیاوړی کیږي""  (294 , S. Samuel P. Huntington,). خو لویدیځ هغو هیوادونو ته، چې د غو پرمختللو وسلو ته پراختیا او یا د هغو په ترلاسه کولو لاس پورې کوي، اقتصادي او سیاسي گواښ کوي او یا په هغو سیاسي او اقتصادي بندیزونه لکوي او یا آن دا چې تر پوځي یرغل لاندې نیسئ، چې ښه بیلگه یې د روانې پیړۍ په پیل کې د عراق جگړه ده. دا یوازې اوسمهال  نه دئ، چې لویدیځ له زور څخه کار اخلي، بلکې دا ډول عمل  د لویدیځ د امپراتورۍ له جوړښت۱۵۰۰ – ۱۷۵۰  څخه راپه دې خوا روان دئ. د جفری پارکر په وینا: ""  په ټولیزه توگه، د لویدیځ ځواکمن کیدل، تر زیاتې اندازې پورې له زور څخه د کار اخیستنې له امله و، ځکه په حقیقت کې، د اروپایانو او د هغو د دښمنانو تر منځ  د ځواک انډول، تل د اروپایانو په گټه بدلون موند""  ... "" پر نړۍ باندې د لویدیځ بری، د هغه د اندیښنو، ارزښتونو او دین ... د برترې له امله نه و، بلگې د لویدیځ د دغه برلاسی لامَل  له سازمان ورکړ شوی زور څخه گټه اخیستنه وه. دا هغه ټکی دئ، چې لویدیځوال یې اکثراً له یاده وړی، خو هغه د نا لویدیځو له یاده هیڅکله نه وځي""  (67-68 , S. Samuel P. Huntington,). که څه هم اوسمهال متحدو ایالتونو د سړې جگړې د پړاو دوه پاتي دښمن دولتونه، کیوبا او شمالی کوریا تر اقتصادي بندیزونو او پوځي گواښ لاندې نیولي دي، خو خپل بنسټیز پوځي عملیات یې تر ټولو دمخه له ترهگرۍ سره د مبارزې تر عنوان لاندې پر اسلامي نړۍ متمرکز کړي دي. د امریکا متحده ایالتونه "" د وخت له شرایطو سره سم، خپل د سزا ورکولو اقدامات د نړۍ په هره برخه کې، چې د دوي خوښه وي، له القاعدې سره د مبارزې تر نامه لاندې توجیه کوي"" چې په دې توگه د دغه هیواد له خوا ""د ترهگرۍ مقام د نړیوال ځواک تر حده پورې رسول، ټوله نړۍ له یوه جگړه ییز حالت سره مخامخ کړې ده"" (Todd Emmanuel, 2004, S. 15-16   (.  دغه ډول جگړه ییز حالت په تیره د اسلامي نړۍ په هیوادونو، لکه افغانستان او عراق او همدارنگه د هغې په نورو سیمو کې په ښه توگه تر سترگو کیږي. په اسلامي نړۍ کې د متحدو ایالتونو د پوځي ځواک دغه ننداره له یوې خوا د هغو د پوځي کمزورتیا له امله ده او له بلې خوا د اسلامي نړۍ په سیمو، په تیره منځني ختیځ او منځني اسیا کې د نړۍ د تیلو او گازو تر ټولو سترې زیرمې پرتې دي، چې لویدیځ تر ټولو دمخه متحده ایالتونه په خپلو دغو عملیاتو سره د هغو لاندې کول غواړي."" د تیلو پر پاتي زیرمو باندې کنترول د واشنگټن له پاره ځکه ځانگړی ارزښت لري، چې د دغه هیواد د تیلو پاتې زیرمې [هم] مخ په خلاصیدو دي او په ۲۰۲۰ کال کې د دغه هیواد د تیلو لگښت څه نا څه اویا په سلو کې باید له وارداتو څخه سمبال شي"" ( Wagner Jürgen, 2003, S. 50). نو ځکه لویدیځه نړۍ په تیره متحده ایالتونه غواړي په یو ډول نه یو ډول سره د نړۍ د تیلو پر پاتو زیرمو واکمنۍ (سلطه) تر لاسه کړی، څو له یوې خوا د تیلو د صادرونکو هیوادونو له تړتیا څخه ځان وژغوري او له بلې خوا د روانې پیړۍ په بهیر کې پر نړۍ باندې خپله سیاسي، اقتصادي او کلتوري برتری وساتلي شي او سربیره پر دې د نوو لیبرالو تر لوا لاندې د پانگه وال نظام پراختیا، چې په نامه دې نړیوال کیدو یاد شوی او د متحدو ایالتونو تر ټولو ستره هیله ده، د عمل په ډگر کې پلی کړي.   ",نړیوال کیدلGlobalizationد یوویشتمې پیړۍ ستراتېژې 3871,," ", 3872,انجنېر زکريا- هالنډ," انجنېر زکريا- هالنډ ۱۳ جولای ۲۰۰۶ ز . لومړۍ برخه په دا ورستيو وختونو کي په افغانستان کي ( په ځانګړي توګه په جنوبی او جنوب ختيځو سيمو کي )  پوځي ـ سياسي حالات ډېرکړکېچن سوي دي . طالبان غښتلي سوي او ځان وژونکي تره ګر عمليات تر سره کوی، پر افغاني او نړی والو ځواکونو بريدونه کوي او آن ددې ادعا هم کوي ، چي په ځينو سيمو کي د طالبانو پوره واک دی او په هغو سيمو کي اسلامي شريعت چلېږي . بې له استثني څخه داسي ورځ نه وي ، چي د طالبانو او حکومتي او نړی والو ځواکونو تر مېنځ دي نښته نه کېږي او په پايله کي دي ئي ګڼ شمېر افغانان او به� �نيان نه وژل کېږي .هغه څه چي اوس په افغانستان کي تېرېږي بېله شکه يو بحران دی . ټول افغانان او بهرني څېړونکي په دې باور دي ، چي افغانستان د يو ژور بحران سره مخامخ دي . دا بحران نه يوازي په پوځي ــ سياسي برخه کي دي ، بلکي د ټولني د ژوند بېلابېل اړخونه ور سره مخامخ دي . د افغانستان د اوسني کړکېچن حالت او د هغه  نه د وتلو د لارو چارو په هکله ډېر و افغاني څېړونکواو د افغانستان د چارو بهرنيو څا� �ونکو خپلي ارزوني کړيدي او يوشمېر ئي ددغه حالت نه د وتلو لپاره ځيني وړانديزونه هم کړي دي . خوځينو کسانو ددغه بحران د رامېنځ ته کېدو له امله ذهرجنه خوښي کوله اوغوښتله ئي چي بحران نور هم ژور سي او حالت بيا د ۱۹۹۲ کال او راوروستو کلنو په شان سي . آن داسي ډنډورې هم خپرې سوې ، چي ګواکي امريکايان او اروپايان افغان ولسمشر ښاغلی کرزی استعفي کولو ته اړوی او آن دنوي ولسمشر وړاند ويني ئي هم کولې . ولي دوی دغه ساده وا� �عيت ته پام نه کاوه چي ښاغلی کرزی دافغان ولس لخوا د مخامخ رايو په پايله کی انتخاب سوی دی ، نه د اروپايانو � �ه خوا او نه هم د امريکايانو لخوا. ښاغلی کرزی د افغانستان لومړی ولسمشر دی،چي مخامخ د خلګو په رايو انتخاب سوی دی او رښتينی مشروعيت لري .خبره اصلاً شخصاً پر ښاغلي کرزي نه ده بلکي خبره داده چي ولي يو شمېر کسان هر ک� �ه د بحرانونو ژورېدو ته خوښېږي او ددې شعار نه ګټه اخلي « څومره چي خرابه وي ، هغومره ښه » .زما منظور دا نه دی ، چي دبحران په هکله بايد خبري ونه سي ، بلکي برعکس زما له نظره هم بايد دبحران درامېنځ ته کېدواو هم د هغه نه د وتلو د لارو چاروپه اړوند پراخ بحثونه وسي او هڅه وسي داسي څه وليکل سي، چي د بحران دليري کولو په خاطر وي نه د ژورولو لپاره. زما په آند د افغانستان بحران يو اړخيز نه بلکي څو اړخيز دی او دغه راز دغه بحران نن ورځ نه بلکي د بُن د کنفرانس د وخت نه پيل او بيا تراوسه دوام لري . زه د هغو کسانو د ډلي نه نه يم چي په ټوليز ډول د بُن د کنفرانس سره مخالفت کوي، بلکي زما په آند د بُن کنفرانس په افغانستان کي د سولي د راتګ لپاره يو ښه پيل کېدای سوای، چي دا په هغه وخت کي يوه ډېره لويه خبره وه، خو د ځينوکړيو لخوا هغه داسي سبوتاژ سو، چي د زياتره افغانانو په ذهن کي ئي هغه د ناخوالو د پيل په توګه و برېښاوه. زه په دې باور يم، چي تر اوسه پوري نا وخته نه دی، که چېري موجود پرابلمونه يو په يو په سمه توګه په ګوته سي او د هغوی د حل او ليري کو� �ولپاره صادقانه او اوچت ګامونه واخستل سي ، نو دابېخي کېدای سي، چي افغانستان د روان بحران څخه ووزي. خو په دې شرط، چي ددغه طرحي پلي کونکي به پوه، صادق، افغانستان ته وفادار او وطن پال خلک وي . د افغانستان او نړی والو تجربو دا ښودلې ده، چي په نا اهلو کسانو مثبت کارونه نه سي تر سره کېدای . که د يوه ګړي لپاره فکر وکړو آيا هغه کسان، چي د افغانستان د نوم څخه کرکه لری او غواړي بدل ئي کړي، د افغانيت سره کينه لري او نه غواړي افغان ور ته وويل سي ، د افغانستان  وياړونو، تاريخ او اتلانو ته ئي په سپکه سترګه ګوري، آيا کېدای سي چي پردغه ډول کسانو دي نو افغانستان ګران واوسي او د هغه سره مينه ولري؟ طبعاً چي نه بې له استثني د نړی په ټولو هيوادونو کي دغه ډول کسان رټل کېږي او په ټولنه کي هغوی د هيڅ ډول اعتبار اوحيثيت خاوندان نه وي . خو په افغانستان کي دغه ډول کسان په لوړو او ټاپو پوستونوو کي ځايونه تر لاسه کوي . افغانستان يوازنی هيواد دی چي مقامونو ته د انتخاب پر وخت وطنپالنه او د خپل هيواد سره مينه معيار نه دی . زموږ دا ستونزه ننی نه بلکي د ډېرو وختونو نه شتون لری،او ټولي ناخوالي مو له همدې امله دي . خو که موږ غواړی په رات� �ونکي کي دغه ډول ستونزی ونه لرو ، نو دغه معمول ته بايد د پای ټکی کښېښودل سي او د هر دولتي پوست د نيولو په وخت لومړنی معيار بايدافغانستان ته وفاداري او وطن پالنه وي . و ګوری عبدالولي خان دروازي ، چي د شاه امان الله خان په وخت کي نايب السلطنه ( د پاچا ځای ناستی ) هم وه، ولي کله چي زمينه ورته مساعده سوه، نو د افغانستان د بربادی لپاره ئي ديوه غله او داړه مار ملا وتړله، تر څو هغه رژيم ، چي دی پکښي دوهم سړی وه ، � �ه مېنځه يوسي .د سقاو زوی ته ئي په پټه وسلي ورکړې او ددې باعث سو چي شاه امان الله خان د هيواد پرېښودلو ته اړ سي .دسقاو زوی خپله په عام محضر کي دا خبره کړې وه ، چي دغه وسله چي زما په لاس کي ئي وينی ، دا ماته محمد ولي خان دروازي را کړيده . له هغه نه وروسته د محمد داود خان په وخت کي د نبي عظيمي په شان کسانو ځان ولسمشر ته په ډېر نيرنګ ور نژدې کړ او ډېر کوچني چانس چي په لاس ورغی، د هغه نه ئي د داود خان پر ضد کار واخست. هغو کسانوچي بايد د حکومت مخالفين ئي ځپلي وای ، خپله د هغو سره همکاران سول ( داُردو او سياست په نوم د نبي عظيمي په کتاب کي په دې هکله پوره بيان سوی دی ). دغه راز د ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ په وخت کي بيا م همدا نبي عظيمي، اصف دلاور، بابا جان ، سعيد،نجم الدين کاوياني، فريد مزدک، عبدالوکيل او نور تر ټولو � �وړ مقامونه لرل او ډاکتر نجيب الله هم تر بل هر چا پر دوی ډېر اعتماد کاوه، په ځانګړې توګه نبي عظيمي خو ددفاع په وزارت کي هر کاره وه او د وزير دفاع نه ئي ټول صلاحيتونه هم اخستي وه.خو کله چي د وطن د بربادی لپاره ئي چانس برابر وليد نو ئي د ملګرو ملتونو د سولي د پلان پر ضد داسي کرغېړنه کودتاد وکړه ، چي هيواد ئي د اوږدو کلنو � �پاره د جګړې په اور کي وسوځاوه او په حقيقت هغه څه چي تېر ۱۴ کاله تېر سوي او نن تېرېږي ، پيل ئي د همدې ناولي کودتا نه سوی دی .ددغو ټولو برباديو مسؤليت هم د پورته نومول سوؤ او يو شمېر نورو کسانو پر اوږو پروت دی او هي� �ه من يم يو وخت به راسي چي دغه کسان د ملت په وړاندي ځواب ووائي. زما په آند ددې لپاره چي په ښه توګه وکړای سو دبحران څخه د وتلو لاري چاري پيدا کړو، نو لومړی بايد دا و څېړل سي چي د بحران د رامېنځ ته کېدو عوامل څه دي او د کومو لارو نه بايد کار واخستل سي چي د بحران د پراختيا مخنيوی وسي او داسي لوري ته سمت ور کړه سي چي په راتلونکي کي هم بيا  داسي بحرانونه را مېنځ ته نسي . غواړم ټيګار وکړم چي دلته زما مقصدد چا ملامتول نه بلکي د حالاتو ارزونه او د هغه دپايلو تر لاسه کول دي . لومړی : د بحران په را م ېنځ ته کېدو کي د کورني فکتورونو رول  زه په دې باور يم، چي په هر بحران کي تر ټولو لومړی او بنسټيز رول کورني فکتورونه لري . يعني د حکومت او نړی وال ائتلاف ځواکونو لخوا د ناسمي پاليسی مخ ته بېول او تېروتني د بحران په رامېنځ ته کېدوکي بنسټيز رول لوبولای سي .زما په آند لاندنيو کورنيو فکتورونو د بحران په � �امېنځ ته کولوکي غوره رول لوبولی دی : ۱ ـــ د پوځي عملياتو په وخت د سيمي د خلګو سره د ائتلافي پوځي ځواکونو نا سم چلنديو د هغو اساسي عاملينو څخه دی، چي د طالبانو د غښتلي کېدو او د مرکزي حکومت نه د خلکو دنارضايتی سبب سوی دی . ــ کله چي پر ودونو بمباری کېږي او د خلګو خوښي په غم بدلېږي، ــ کله چي بېګناه خلک د ناسمو راپورونو په پايله کي نيول کېږي او ځورول کېږي ، ــ ک� �ه چي د تلاښيو په وخت کي بهرنيان د خلکو کورونو ته ننوزي او د ښځو په وړاندي افغاني کلتور نه مراعتېږي، نو طالبان او د حکومت مخالفين ددې نه داسي ګټه پورته کوي، چي خلکو ته وائي افغانستان د امريکايانو � �ه خوا اشغال سوی دی او افغاني حکومت هيڅ صلاحيت نه لري ، ځکه نو بايد د حکومت او بهرنيانو پر ضد جګړه وسي تر څو وطن ازاد سي . له بده مرغه خلګ هم نا لوستي دي او په سمه توګه سم د نا سم څخه نه سي بېلولای، نو له همدې امله د ه� �ي ورځي په تېرېدو سره ددې پر ځای چي د طالبانو شمېره لږسي ، ډېرېږي . ما په خپلو مخکنيو ليکنو کي هم دې ته اشاره کړې وه او يو ځل بيا وايم، چي په افغانستان کي جبههء جګړه نه بلکي د خرپ او ترپ ( پاتيزاني ــ ترو� �يستي ) جګړه ده. د افغانستان او نړی تجربو دا ښودلې ده، چي په داسي جګړو کي د لوی پوځي ځواک کارول، ستري بمباری کول او د درندو وسلو نه کار اخستل، د ګټي پر ځای ډېر زيان را مينځ ته کوي . زه يو ځل بيا پر دې ټينګار کوم، چي بهرني پوځيان نه بايد په دوامداره توګه او په پراخه کچه په په پوځي عملياتو کي برخه واخلي .لوم ړی خو بايد دغه ډول ستر عمليات ونه سي او بيا که کېږي، نو يوازي افغاني ځواکونه بايد په هغو کي ګډون وکړي . به� �ني ځواکونه بايد يوازي په خپلو مرکزونو کي واوسېږي او د اړتيا په وخت او په اضطراري حالاتو کي د افغاني ځواکونو د ملاتړ او غښتلتيا لپاره مرستي ته ور ودانګي او د ستونزي د حل په صورت کي دي بيرته خپلو مرکزونو ته ستانه سي . په دې صورت کي به ديوه پلوه د خلګو د حساسيتونو دراپارېدومخنيوی سوی وي او دبله پ� �وه به د هغو تېروتنو ، چي بهرنيان ئي د افغانانو د نه پېژندني له امله کوي ، مخه نيول سوې وي . دغه راز د بهرنيو پوځيانو د مرګ ژوبلي کچه به هم په خورا لويه پيمانه را ټيټه آن صفر ته نژدې سي. نو په دې صورت کي به د بهرنيو پوځونو دزياتوالي اړتيا هم له مېنځه تللې وي او د هغو نه په ډېر لږ لګښت کېدای سي افغاني ځواکونه وروزل او مجهز سي . د بېلګي په توګه دغه ځواکونه، چي اوس په کندهار کي پراته دي ، تر څود سيمي په ولايتونو ( کندهار، هلمند، روزګان او زابل ) کي عمليات تر سره کړي، که دغه ځواکونه په عيني شمېره يا تر هغه هم زيات افغاني پوځيان وروزي او دغه پوځيان په ښو وسلواو تخنيک سمبال سي او هغوی ته ښه معاشونه هم ورکړل سي ، زه پوره باور لرم چي هغوی کولای سي  د هر ډول دښمن په وړاندي جګړه وکړي . د بله پلوه افغاني پوځي کوماندويان هم نه بايد په لويه کچه پوځي عمليات تر سره کړي، بلکي ددقيقو استخبا� �اتي رپوټونو له مخي په وړو ټولګيو کي ددښمن د موقعيت د موندلو نه وروسته، ډېر چټک  او دقيق عمليات تر سره کړي .په دې صورت کي به بې ګناه ولسي خلګو ته د زيان رسېدو او د حکومت پر ضد د خلګو د تحريک مخنيوی سوی وي . د بله پلوه د افغاني ځواکونو لګښت هم څو ځله د بهرنيو پوځونو نه لږ دی .دغه راز دبهرنيانو هغه ستونزي به هم حل سوي وي ، کوم چي دوی ئي افغانستان ته د پوځونو داستولو په وخت کي د خپلو پارلمانونو سره لري . دا چي هر ورځ ويل کېږي نن څلوېښت او نن پنځوس او آن دوه سوه طالبان ووژل سول ، ډېره زړه بوګنونکي  خبره ده. لومړی خو دا چي هيڅکله طالبان په دومره لويو ډلو کي يو ځای نه سره ګرځي، بلکي د هغوی تاکتيک د خرپ او ترپ جګړه ده او په داسي جګړو کي د يوه نه نيولې بيا تر لسو کسانو زيات په جګړه کي ګډون نه کوي .نو څلوېښت يا پنځوس او يا دوه سوه کسان که وژل کېږي، طبعي خبره ده چي په هغو کي به پنځه يا لس طالبان وي ، خو نور ئي بې ګناه ولسي خلګ دي . دبله پلوه طالبان هم ولسي خلګو ته وائي ، چي دادی امريکايان راغلي دی او زموږ هيواد ئي ا� �غال کړی دی او ستاسو غوندی بې ګناه خلګ وژني . نو ددې لپاره چي تاسي ددغه وژنو څخه خلاص سی، تاسي بايد زموږ م� �اتړ وکړی او زموږ سره مرسته وکړی، تر څودا بهرنيان له هيواده وشړو. لکه څنګه چي خلګ نالوستي دي او دبله پلوه ويني ، چي بېګناه خلګ وژ کېږي ، نو د طالبانو د تبليغاتو تر اغېزي لاندي راځي او ملګري کېږي ئي . دا ځکه چي حکومت د دومره امکاناتو سره سره هيڅ تبليغاتي تګلاره نه لري .په پايله کي ئي د پنځو ــ لسو طالبانود وژلو په پايله کي پنځوس ــ شپېته نوي کسان ئي ملګري کېږي. نو همدا علت دی ، چي دورځو په تېرېدو اود عملياتو په تر سره کولو سره د طالبانوشمېره لږېږي نه بلکي ډېرېږي . ۲ ـــ يو بل شی چي د بحران په را مېنځ ته کولو کي ئي خورا � �وی ( آن تر ټولو لوی )  رول لوبولی دی هغه په دولتي ادارو کي په بېساري کچه داداري فساد، رشوت او اختلاس شتون دی .دغه شومي پديدې خلګ نه يوازي پر حکومت بې باوره او ناراضه کړي دي، بلکي اوس داسي کچي ته رسېدلي دی، چي د هيواد ملي امنيت ئي له ګواښ سره مخامخ کړی دی او هره ورځ تر بلي زياتېږي . خو له بده مرغه د حکومت له خوا په دې اړوند هيڅ دا ډول ګام نه دی پورته سوی، چي دليدلو وړ دي وي او يا ئي لږ والی راوستلی وي .ټول خلګ پر اداري فساد او رشوت نيوکي کوي، حکومت ئي هم مني چي په دولتي ادارو کي رشوت او اداري فساد سته او ژمني هم کوي ،چي مخه به ئي نيسي ، خو عملاً هيڅ اقدام نه دی سوی او نه يوازي د اختلاس او اداري فساد مخه نه ده نيول سوې بلکي ورځ په ورځ زياتېږي هم . داداري فساد او رشوت زېږونکي عاملين واسطه او واسطه بازي او نا سالمو قضائي دستګاه، پوليسو، څارنوالی او امنيتي ارګانونو شتون اود وړتيا او پوهي له مخي نه بلکي پر قومي او تنظيمي بنسټ پر دولتي مقامونو د کسانو ګمارل دي . کله چي يو څوک د پوهي ، وړتيااو ملي ګټو ته د وفاداری پر بنسټ نه بلکي د يو چا په واسطه کوم مقام تر لاسه کوي او دی پوهېږي ، چي  هغه په هر صورت دده نه ملاتړ کوی او دی د هيڅ چا په  وړاندي ځواب ويونکی نه دی ، نو دا ډول خلګ به هرو مروپه اداري فساد، رشوت اونورو ناروغيو ککړ کېږي، چي همدا اوس هم دغه ډول حالت روان دی . له بله پلوه که جنايت کونکي کولای سي قاضي او ام نيتي ارګانونو ته د پيسو ورکولو په مقابل کي ، ځانونه خلاص کړي، بيا خو نو دوی هيڅ اندېښنه نه لري او په خلاص � �اس دا ټول جنايات سرته رسوي . ځکه نو د اوسني بدامنيو يو داساسي عاملينو څخه په دولتي ادارو کي ( په ځانګړې توګه قضائي او امنيتي اُرګانونو ) کي د فساد او رشوت شتون دی . تر هغو پوري چي د اداري فساداو رشوت د مخنيوي په خاطر کوټلي ګامونه نه وي پورته سوي او سخته مبارزه نه وي ور سره سوې، بدامني به په هيواد کي همداسي روانه وي . ۳ ــ يو بل شی ، چي د افغانستان د اوسني بحران په رامينځ ته کېدو کي ئي ډېر لوی رول لوبولی دی، هغه د مخدره موادو سره د مبارزې ناسمه پاليسي ده . ما پخوا هم په خپلو ليکنو کي د حکومت پر دغه ناسمه کړنلاره نيوکي کړيدي او بلاخره اوس خپله دولتي لوړ پوړي چارواکي هم په دې اعتراف کوي، چي دا پاليسي سمه نه وه . دا خبره بېخي سمه ده ، چي د مخدره توکيو د قاچاق او سوداګری سره ، په ځانګړې ټوګه د کيم ياوي پروسس نه تېر سوي مخدره توکيو ( هيروئنو،کوکائينو او نورو ) سره بايد ډېره جدي مبارزه وسي او يوه سمه ست� �اتېژی ور ته جوړه سي . په ځانګړي توګه هغه مافيائي جوړښتونه ، چي د مخدره توکيو کاروبار کوی، بايد وموندل سي او سزاور کړل سي . خو حکومت ددغو جوړښتونو د له مېنځه وړولوپر ځای د خوارو بزګرانو د کوکنارو د کښتونو په له مېنځه وړلوبسنه کړېده.  تاسي وګوری د ملګرو ملتونو د رسمي ارقامو له مخي د نړی په سلو کي اتيا م خدره توکي په افغانستان کي توليدېږي او بهر ته لېږدول کېږي . نو دا کار خو هغه خوار بزګران نسي کولای،چي په دوه ــ درې جريبه مځکه  کي ئي کوکنار کرلي دي، بلکي دا خو د مليارډونو ډالره معاملي دي، چي دکښتګرو زور نه په � �سېږي . نو ولي تر اوسه يو کس دمخدره توکيوغټ سوداګر نه دی نيول سوی ؟ آن د کابل د نړی وال هوائي ډګر د پوليسو م� �ر د بی بی سی سره د مرکې په وخت شکايت کوي، چي کله موږ د مخدره توکيوقاچاق وړونکي ونيسو، نو هغوی موږ ګواښي او راته وائي ، چي تاسي نسی کولای موږ لس ساعته هم بندي کړی او رښتيا هم له څو ساعتو نه وروسته د کورنيو چارو دوزارت له خوا را ته ويل کېږي ، چي دغه کسان خوشي کړو. نو آيا په دې ډول کېدای سي د مخدره توکيو سره مبارزه وسي؟ چي طبعي خبره ده ځواب ئي منفي دی . يا دي د مخدره توکيو پر ضد مبارزې د وزارت نوم په د کوکنارو سره د مبارزې وزارت واوړي . ځکه چي دغه وزارت خو يوازي د کوکنارو د چپه کولو دنده مخ ته بيائي او بس . طالبانو د ح کومت ددغه ناسمي پاليسی نه دوې ګټي پورته کړي دي : يوه داچي د مخدره توکيو د قاچاق نه د لاس � �اغليو پيسو څخه د خپلو پوځي لګښتونو اړتياوي پوره کوي او ښه لاس ئي پکښي خلاص دی . دوهم هغو کسانو ته، چي کوکنار ئي دحکومت له خوا اړول سوي وي، ورځي اومالي مرسته ور سره کوي، چي په پايله کي ئي دغه سړی په خپله خوښه ددوی په ليکو کي داخلېږي . يعني د حکومت دغه نا سمي پاليسی د طالبانو مالي ستونزي هم ور حل کړي دي او هم ئي د هغوی سره د نوؤ کسانو په جذبولو کي مرسته کړېده. د بله پلوه د سنليس مؤسسه هم پر دې ټينګار کوی، چي د حکومت دغه پاليسي سمه نه ده او حکومت بايد خپله تګلاره داسي  سمه کړي، چي دبزګرانو څخه ترياک وپېري نه دا چي هغه له مېنځه يوسي .دا به له يوه پلوه په ټوليز ډول د هيواد اقتصاد غښتلی کړي ( ځکه چي د هيواد د ملي عايد د نيمائي نه زياته برخه د کوکنارو د کرکيلي نه ترلاسه کېږي .که دا عايد يو دم له مېنځه ځي نوډېري ناوړي اقتصادي، ټولنيزي او آن سياسي ــ پوځي پايلي به ولري ) . د بله پلوه به هغه مافيائي جوړښتونه کمزوري کړي، چي د مخدره توکيو قاچاق کوي او دغه راز د طالبانو د پلويانو د زياتېدو پروسه به هم په ټپه ودروي او مالي سر چينې به ئي ور وچي کړي . د ځينو رسمي ارقامو له مخي همدا اوس د کوکنارو دکرکيلي په کارکي څه دپاسه دوه مليونه کسان بوخت دي . که يو دم دا کرکيلې درېږي نو دا څه دپاسه دوه مليونه کسان به څه کوي ؟ آيا دا د طالبانو د ليکو دپياوړي کولو لپاره کړنلاره ده؟ که چېري د ترياکو نه د ارامونکو درملونو په جوړولوکي کار واخستل سي ، نو دا به نه يوازي پورته ياد سوي څه دپاسه دوه مليونه کسان نه بېکاره کوي بلکي د نوروکسانو لپاره به هم کار پيدا کېږي  او د حکومت بودجي ته به زيات شمېر عايدات هم راځي . خو زه نه پوهېږم چي دولت ولي ددې ټولو برياوؤ سره سره بيا هم دې ته ملاتړلې ده، چي هرومرو به د کوکنارو کرکيله له م ېنځه وړي ، چي داخوب دی او خيال دی او مهال . دتېرو څو کالو تجربو دا وښودله، چي په دې کړنلاره سره کوکنار نه يوازي له مېنځه نه ځي بلکي هر موسم تر بل زياتېږي، چي دا پخپله د حکومت د کړنلاري نا سموالی ثابتوي . کله چي د مخدره توکيو سره د مبارزې د وزارت د لوړپوړيو چارواکونه پوښتنه وسي، چي تاسي ولي د سنليس د طرحي مخالفت کوي، نودوی په ځواب کي ورته وائي : ۱ ــ په اساسي قانون کي م خدره توکي منع اعلان سوي دي ،ځکه نو بايد له مېنځه يوړه سي . ۲ ــ افغان حکومت تر اوسه ددې توان نه لري چي د کوکنارو د کرکيلي کنټرول دي وکړي . نو په دې خاطر موږ د سنليس د طرحي مخالفت کوؤ. اوس به د پورته دوؤ ځوابونو سموالی وڅېړو: ۱ ــ د قانون خبره.دا سمه ده چي په اساسي قانون کي مخدره توکي منع سوي دي، خو که د ترياکو څخه ارامونکي درمل جوړ سي او هغه د هيواد په دننه او بهر کي وپلورل سي ، نو دا خوله يوه پلوه بشريت ته ډېر ګټور تمامېږي اوله بله پلوه هيواد ته ډېري اقتصادي ګټي هم راوړي نو ولي بايد منع وي ؟ بله خبره داده چي دوی ولي يوازي د اساسي قانون دا يوه ماده ټينګه نيولې ده، چي عملي کوؤ ئي ؟ آيا اداري فساد، رشوت او اختلاس د اساسي قانون له مخي منع نه دی اوددوی په وزارت اوټول افغانستان کي دغه شومه پديده نسته؟ ولي په دې اړوند داسي جدي ګامونه نه پورته کېږي ؟ په اساسي قانون کي خو دا هم ليکل سوي دي چي پښتو او دري دواړه رسمي ژبي دي ، آيا ددوی په وزارت او نورو وزارتواو ادارو کي په پښتو ژبه يو مکتوب ليکل سوی دی ؟ د اساسي قانون دا ماده ولي نه عملي کېږي؟ زه فکر کوم خبره د اساسي قانون د عملي کېدو نه بلکي نور څه به وي . ۲ ــ داچي افغان حکومت تر اوسه کمزوری دی او نسي کو� �ای د کوکناروکرکيله سمه کنټرول کړي ، ځکه ئي نو د منځه وړي .دا عجبه خبره کوي،چي حکومت د کنټرول لپاره ځواک نه لری خو د له مېنځه وړلو دا ئي لري؟ تر اوسه پوري په سلګونه مليونه ډالر د مخدره موادو سره د م بارزې وزارت ته د کوکنارو د اړولو لپاره ورکړل سوي دي او هغو لګولي دي. که په دغو پيسو داسي جوړښتونه را مېنځ ته سوي وای ( يا همدا د مخدره توکيو سره د مبارزې وزارت ) او د بزګرو څخه د هغوی کوکنار په سمه بيه وپېرل سي او ورته وويل سي چي تاسي حق نه لری دغه تارياک پر قاچاق وړونکو وپلوری او پر هغوی ئی سم کنټرول هم لګولی وای ، نو په دې صورت کي آيا کوم بزګر به دې ته زړه ښه کړی وای، چي ځان ته پرابلمونه جوړ کړي او خپل تارياک پر بل چا خرڅ کړي ؟ زما په آند هيڅ کله نه . اوس خو ئي حکومت د کوچنيانو ډوډی ترې نه اخلي او طالبان راځي د هغه څه مجرا ورکوي.، چي ح کومت ور چپه کړي دي ، نو طبعي خبره ده چي هغه به هم د طالبانو ملاتړ کوي او پايله به ئي دا کېږي، چي طالبان غښت� �ي سي او هيواد دبحران سره مخامخ سي . ۴ ــ يو بل شی چي د اوسني بحران په رامينځ ته کېدو کي ډېره اغېزه لري ، هغه دا چي د بُن د کنفرانس د جوړېدو نه تر اوسه پوري د پښتنو په وړاندي د تبعيض نه کار اخستل کېږي . ــ د بهرنيو چارو په وزارت او په بهر کي د افغانستان په سفارتونو کي، دملي امنيت په رياست، دکورنيو چارو په وزارت ، د اطلاعاتو ، کلتور او ځوانانو د چارو په وزارتونو او يو شمېر نورو اداروکي د پښتنو � �مېره په هيڅ کي حساب ده. ــ په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کي د پښتنو بچيان په خپله مورنۍ ژبه د زده کړو نه بې برخي دي . ــ په دولتي او غيردولتي ادارو کي د اساسي قانون خلاف، پښتو ژبه نه کارول کېږي، افغانستان په نړۍ کي يوازنی هيواددی، چي د هيواد مطلق اکثريت د خپلو حقونونه بې برخي دي . ــ په شمالي ولايتونو کي د نورو قومونو او ملېشو لخوا پښتانه ربړول کېږي، مځکي او مالونه ئي ترې نه تالا کېږي، پر ناموس ئي تېری کېږي او دې ته اړايستل کېږي، چي خپل ځايونه او شتمنۍ پرېږدي ، يا پاکستان او ياکندهار، هلمند او نورو سيمو ته و کوچېږي اوپه ډېر بد حالت کي شپې او ورځي تېروي . که حکومت په پټه خوله د پښتنو غوښتنو ته ځواب نه وائي ، نو پښتانه هم په پټه خوله د حکومت دملاتړ نه لاس په کېږي . د حکومت سره ددغو خلګو نه همکاري او مرور تيا هم د طالبانو د غښتلي کېدو لپاره ډېر ګټور ثابت سوي دی . ۵ ــ لکه څنګه چي استخبارات د يوه حکومت د سترګو حيثيت لري، نو حکومتونه ددغو ارګانونو په ټاکلو کي هر کله د ډېر دقت څخه کار اخلي . خو متأسفانه په پوليسو او امنيتي اُرګانونو کي داسي کسان ځای پر ځای سوي دي ،چي زياتره ئي په يوه سيمه او يوه تنظيم ( داسلامي جمعيت د نظار شورا) پوري اړه لري. ددغه تنظيم کسانو پخوا هم د افغانستان لپاره د ورانولو نه پرته کوم خدمت نه دی کړی او اوس ئي هم نه کوي .لکه څنګه چي دوی نه غواړي په افغانستان کي سوله او امنيت راسي ،ځکه نو په ټول هيواد کي د کابل په ګډون ناامنۍ رواني دي . د نړی په هيڅ يوه هيواد کي به داسي نه وي شوی، چي استخباراتي ارګانونه دي د حکومت د مخالفينو په لاس کي وي . موږ پخوا هم د خپل هيواد په تاريخ کي دغه ډول تې� �وتني ليدلي دي او دا ثابته سوې ده، چي ډېري ناوړي پايلي ئي لرلي دي . د امان الله خان د واکمنی په وخت کي د حکومت استخبارات دومره کمزوري وه، چي په هيڅ کي حساب وه، ځکه ئي نو ونه سوای کړای د پېښو نه مخکي له مخکي خبر سي او د همدې امله هيواد دفاجعي سره مخامخ سو. وروسته بيا دسردار محمد داودخان د و� �سمشری په وخت کي بيا د هيواد استخباراتو ته داسي کسانو لاره موندلې وه، چي د پرديو مزدوران وه او د پرديو � �پاره ئي کار کاوه .دوی د پرديوپه اشاره لومړی داسي پلان جوړ کړ چي داود خان بايد د افغانانو په مېنځ کي نوم بدی او تجريد کړي او داسي کار ئي وکړ چي د خلګو او حکومت تر مينځ لوی واټن را مېنځ ته کړي . بيا ئي يو شمېر ملي او پ� �وطن مين شخصيتونه د کودتا په تور ونيول ، شکنجه ئي کړل او په دغه وهلو ټکولو کی ئي مړه کړل ، چي يوه ښه بېلګه ئي د شهيد محمد هاشم ميوندوال وحشيانه قتل وه. ما ديوې مؤثقي سر چينې څخه اورېدلي دي، چي د ميوندوال نه په تح� �يقاتو او شکنجه ورکولو کي د کابل د پوليتخنيک د انستيتوت محصل نجم الدين کاوياني برخه او ګډون لری او د محمد نبي عظيمي غوندي کسانو ئي اختصاصي محکمه پر مخ وړل . خو کله چي په ۱۳۵۷ کال کي په رڼا ورځ کودتا کېدل،استخباراتو سردار محمد داود خان ته په دې هکله اطلاع ور نه کړه. خبره داسي نه ده چي استخبارات په هغه خبر نه وه، بلکي پر هغه ئي سترګي پټولې او ولسمشر ئي په بې خبری کي پرې ايښی وه او آن د کوتا کونکو سره ئي م� �سته کول . ددې علت دا وه چي استخبارات دداسي کسانو په لاس کي وه، چي د وطن سره ئي هيڅ مينه نه لرل . وروسته د ډاکتر نجيبالله په وخت کي هم ورته کار وسو. د پورتنيوتجربو څخه دا ثابتېږي، چي استخبارات بايد دسالمو او پر وطن مينو افغانانو په لاس کي وي، که نه نوپايلي به ئي د پورته يادو سوؤوختونو په څېر وي . پخواني شوروی اتحاد او ننی روسيې هر کله خپله ځانګړې پاملرنه د افغانستان استخباراتو ته اړولې وه او يو زيات شمېر اجنټان به ئي په استخباراتو کي لرل ، ځکه نو په ټولو پورته يادو سوؤ بحرانونو کي د روسيې رول ډېر د ليدو وړ وه. اوس هم د روسيې استخبارات د افغانستان په استخباراتي او امنيتي اُرګانونو کي ازاد � �اس لري او هر څه چي غواړي هغه کوي . که د افغانستان د امنيتي او استخباراتي اُرګانونو څخه د روسيې اجنټان ونه ايستل سي ، نو بېله شکه به هيڅکله بحران ليری نه سي او پر مساعده موقع به بيا يوه ستر ناورين ته لمن ووهي . و ګوری چراغ داسي ليکي : در پي افزايش نا امنيها در کابل ولسي جرگه مقامات امنيتي اين شهر را فرا خواند، در پي اين خواست، همايون عيني رئيس امنيت کابل در نشست مشترک با تعدادي از اعضاي ولسي جرگه از موجوديت جاسوسان در داخل نهادهاي امنيتي سخن گفت. يک منبع که نخواست نامش ذکر گردد به چراغ گفت که رياست عم وميت امنيت در پي اين اظهارات موصوف را بازداشت کرده است. همايون عيني يکي از محدود روساي امنيت است که از نزديک با مردم در ارتباط بود. او حدود يکماه قبل از يک حمله در ولسوالي موسهي کابل جان بسلامت برد*. وګوری هغه څوک چي په امنيتي ارګانونو کي د جاسوسانو د شتون په هکله د خطر زنګ وهي ، نو د همدې امنيتي ارګانونو له خوا نيول کېږي له بده مرغه حالات داسي دي ، چي استخبارات ددې پر ځای چي د وطن دښمنان وڅاري او د قانون منګولو ته ئي وسپاري ، د عام و� �س ځورولو ته ئي ملا تړلې ده. ۶ ــ که استخبارات د حکومتونو سترګي دي نو خبري رسنی ئي ژبه ده .دغه راز ډله ايزي رسنی يعني ټلويزيون، راډيو، ورځپاڼي او مجلې، چي د اطلاعاتو او کلتور په وزارت پوري تړلی دی، هم ددې پر ځای، چي خلکو ته د حکومت پروګرامونه تشريح کړي او خلګ د حکومت ملاتړ ته و هڅوي او دوطن دښمنان � �سوا کړي ،  افغاني  ضدپاليسي مخ ته وړي . ټوله هڅه ئي داده چي پر افغانانو ايراني کلتور او ژبه وتپي او داساسي قانون خلاف ، منل سوی افغاني تر مينالوژي ليري او پر ځای ئي اېراني رواجوي . د حکومت تبليغاتي پاليسي بېخي کمزورې ده او د حکومت دلاس ته راوړنو په برخه کي خلکو ته ډېر لږ مالومات ور کول کېږي، حال دا چي د تېروڅه دپاسه څلورو کلنو په لړ کي حکومت يو زيات شمېر لاسته راوړني لرلی دي، چي په سيمه کي ئي ساری نه � �يدل کېږي او ما په خپلو پخوانيو ليکنو کي د هغو يادونه کړېده، ځکه نو تکرار ئي اړين نه بولم او له بله پلوه دغه ليکنه دافغانستان روانو بحرانونو ته وقف سوې ده نه لاس ته راوړنو ته. ددولتي خبري رسنيو د نه سم کارکولو له امله د حکومت او خلکو تر مېنځ متقابلي رغنده اړيکي وجود نه لري. خلګ د حکومت دتر سره کړو کارونو نه خبر نه دي او حکومت هم د خلګو د ستونزو نه. ځکه نو يوه لويه تشه را مېنځ ته سوېده. که چېري دغه ډول رغنده متقاب� �ي اړيکي د حکومت او خلګو تر مېنځ موجودي وای ، نو په هغه صورت کي به ښاغلي سيد مخدوم رهين هم رسوا سوی وای او � �ېر پخوا به له دغه څوکۍ نه ليري سوی وای او په ځای به ئي داسي يو څوک راغلی وای، چي د هيواد او افغانانو سره ئي م ينه لرلای . زما په آند يو بل کار هم بايد چي د اطلاعاتو او کلتور وزارت کړی وای هغه د ملي يووالي د تامين او ملي ټولني د جوړېدو په موخه د افغانانو خپل مېنځي ډيالوګونو جوړول دي . که دغه ډول غونډي ډېري جوړي سوي وای دا به د افغانانو تر مېنځ په متقابل پوهاوي کي ډېر ښه رول لوبوولای وای او په دغه ډول غونډوکي به د ولسمشر او نورو لوړپوړيو چارواکوګډون د يوې خواد غونډو اعتبار لوړ کړی وای او دبله پلوه به ئي د ولسمشر او خ� �ګو تر مېنځ د رغنده متقابلو اړيکو په رامېنځ ته کولو کي ئي هم ډېره مرسته کړې وای . رهين مخدوم څه د پاسه د څلورو کلنو را پدېخوا پر دغه وزارت ډډه لګولې ده او هيڅ ئي نه خوشي کوي، خو که څوک هر څومره کوښښ وکړي، چي په دغه ټوله تېره موده کي د نوموړي يو غټ کار په ګوته کړي ، نو نه ئي سي موندلای . مخدوم رهين کله نا ک� �ه د مطبوعاتو ازادی خپله لويه لاسته راوړنه بولي ، حال دا چي دا بېخي سمه نه ده، ځکه چي دا دنړی والي ټولني د م رستو يو له اساسي شرطونو څخه دی .نو دی په هيڅ صورت حق نه لري دغه وياړد ځان و بولي . ده په تېرو څلورو کلنو کي آن و نه غوښتل چي د افغانستان ملي سرود دي جوړ سي او دهغه د جوړولو په لاره کي ئي بېلابېل خنډونه جوړول . که چېري د ښاغلي کرزي مخامخ مداخله نه وای نو موږ به تر اوسه هم ملي سرود نه لرلای . د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د ناسمي پاليسی له امله په افغانستان کي اوس داسي حالت رامېنځ ته سوی دی ، چي م طبوعات د حکومت ضد تبليغات کوي او د طالبانو تلبيغات د هيڅ امکاناتو په نه لرلو سره هم د حکومتي نه ډېر غښتلي دي او دخپلو تبليغاتو لپراه د بی بی سی راډيو نه هم کار اخلي . آن د ولسي جرګې وکيل ښاغلي جميل کرزي هم د بی بی سی راډيو اورېدونکو د پوښتنو په ځواب کي په دې اړوندشکايت وکړ.نو دا ګناه د چا ده چي دطالبانو تبليغات غښتلي او د حکومت دا دټولو امکاناتو سره سره کمزوري دي . طبعي خبره ده چي د اطلاعاتو ،کلتور او ځوانانو د چارو وزارت په دې کار کي ګرم دی او له بده مرغه دټولو نيوکو سره سره ئي په دې تېرو څه دپاسه څلورو کلنو کي نه دي غوښتي دغه نيم ګړتيا ليري کړي او خپلي ټولي هڅي ئي د پښتو ژبي سره دښمنۍ ته اړم کړي دي. پر پورته يادو سوؤ ع� �تونو سربېره ، لاندی عوامل هم د بحران په رامېنځ ته کېدو کي مستقيم او يا غير مستقيم رول لري : ــ د حکومت او خلګو تر مېنځ د متقابلو ګټورو اړيکو نه شتون او ديوه لوی واټن را مېنځ ته کېدل ، چي دا کار ددې سبب کېږي چي حکومت د خلګو مرورتيا او نا خوښی نه خبر نه سي او هغه ته زيات ارزښت ورنه کړي او دا کار بيا د خلګو بې توپيری د هيواد دروانو چارو په اړوند را مېنځ ته کوي . ــ د حکومتي لوړو څوکيو څخه ديو شمېر وړو، پوهو او افغاني ګټو ته د وفادارو افغانانو( دبېلګي به توګه اشرف غني احمد زی، علي احمد جلالي او نورو ) ليري کېدل هم د بحران دژورېدو سره مرسته کړې ده. کېدای سي دې خلګو به تندي خبري کولې ، خو دغو تندو خبرو د بحران مخه نيوله او په حقيقت کي ئي ډېره ګټه رسوله . ــ په سياست کي مصلحت يوا ړين او روا کار دی ، خو دومره ډېر په مصلحتونو کي ډوبېدل، چي بحران را مېنځ ته کړي ، يوه تېروتنه ده. داسي مصلحت نه بايد وسي ، چي افغاني ګټو ته تاوان ورسوي . ــ دغه راز د ولايتونو واليانو، ولسوالان او نور لوړپوړي چارواکي هم زياتره دپوهي او وړتيا پر ځای د اړيکو او واسطو له مخي ټاکل سوي دي ، ځکه نو د خلکو سره اړيکي ئي ښه نه بلکي دغ� �ور او ځان غوښتني پر بنسټ وي او يوازي د خپلو جېبونو دډکولو په فکر کي وي . ــ کله چي د سمونوؤ او ريفورمونو په اړوند ژمني کېږي ، نو هغه هم نه عملي کېږي ، چي دا حالت هم په خلګو کي د حکومت اعتباراو حيثيت � �ېر ټيټوي او ددې باعث کېږي چي خلګ دحکومت د ملاتړ نه لاس واخلي . ــ د ځيني جهادي تنظيمونو غړي هم د بحران په رامېنځ ته کولو کي رول لري ، کوم چي اوس يو شمېر ئي د دولت نه وتلي دي او ځيني ئي لا اوس هم پاته دي . زما په آند دې ټولو داوسني بحران په رامېنځ ته کېدو کي ونډه لرلې ده او په کمپليکس ډول د ټولو د سمولو لپاره بايد هڅي وسي نه دا چي د حالاتو په يو څه ښه کېدو، د هغو نه صرف نظر وسي او په اصطلاح لوټه کښېښول سي او پښه پر واړول سي . * دغه خبر نن په آريائي سايټ کي خپور سو  ددې ليکني دوهمه برخه له دې ځايه ولو� �ی ",بحران ولي را مېنځ ته سو او دحل لاري ئي کومي دي؟ 3873,ميرويس جلازې," اسرايلو د لبنان په سويل پراخ بريد پيل کړي دي. په دي بريدو کي تر  اوسه په سلګونو تنه مړه او ژوبل شوي دي. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د � �بنان په غوښتنه نن يوه بيړه ني غونډه جوړوي . اسرايلو ګواښ کړي چې که چيري د دوي دوه تنه يرغمل شوي پوځيان خوشي نشي نو په لبنا کي به هيڅ يو ځآي له دوي څخه په امن کي پاتي نشې. اسرايلي پوځونو د مځکي ، هوا او اوبو له لاري د لبنان په جنوب کي د حزب الله مورچي تر بريدو لاندي ونيولي. د بيروت  نړيوال هوايي ډګر او په حزب الله پوري اړوند د آلمنار ټلويزيوني شبکي وداني ، لوي لاري هم له بريدو په آمان پاتي نشوي . اسرايل د لبنان دولت د اوسني کړکيچ مسول ګڼي او ګواښنه يي کړي چي که چيري د دوي دوه سرتيري خوشي نکړي نو دا هيواد به ٢٠ کاله شاته بوزي. همدا اوس د ويري يوي پراخي څپي د لبنان سويلي سيمي په خپله غيږ کي رانغښتي دي. د نوموړي هيواد اوسيدونکي په دي ويره کي دي چي هيواد به يي يوځل بيا د کورني جګړي منګولو ته ورولويږ ي. د اسرايليو په ځوابي بريد کي د لبنان حزب الله ډلي په لسګونو کاتيوشا نومي توغندي په اسرايلي سيمو توغولي چي دوه اسرايلييان يي په پايله کي ووژل شول. د منځني ختيځ کړکيچ په سيمه او نړي کي ډير احساسات را وپارول . جورج بوش آلمان ته د خپل سفر پر مهال سوريه په دي کړکيچ کي په لاس درلودو تورنه کړه او بريدونه يي د اسرايلو حق وبلل. د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد ګواښنه کړي که چيرته ايران خپلو بريدو ته ادامه ورکړي نو له سخت ځواب سره به مخامخ شي. په همدي حال کي اسرايلي ځواکونو د غزي په تراډه کي د حماس په مورچو هم خپل بريدو ته زور ورکړي. په دي بريدو کي له ٨٠ تنو څخه ډير فلسطنيان وژل شوي او په سلګونو تنه نور تپيان شوي دي . تر اوسه دواړه لوري په خپلو خبرو ټينګار کوي او دا هيله مندي نه ليدل کيږي چي دا کړکيچ د � �ير ژر هوار شي. ",منځني ختيځ د يوي کورني جګړي تياري نيسي! 3874,," تېره شپه د کنړ د سرکاڼو په ولسوالۍ د توغندویو برید شوی چي تر دم ګړي ئې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي  بل خوا دډاکټر حنیف په نو م یو کس چي ځان د طالبانو ویاند معرفي کوي بېنوا ته وویل چي دا برید د هغه پلویانو کړی . هغه ادعا وکړه چي په نوم وړي ولسوالۍ کي يې عسکري قرارګاه هم په توغندویو ویشتلې  ده . دولتي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي   ",دکنړ د سرکاڼو په ولسوالۍ د توغندویی برید شوۍ 3875,,"    Afghans Action Committee International  بريتانيا- لندن  دافغانانودعمل نړيواله کميته دافغانستان په سويل لويديزوولايتونوکى دائتلافي قواووپوځي عمليات چي دمخالفينوسره په نښته کي روان دي ، دبې شميره ملکي وګړودمرګ اوژوبلې لامل شوى دي. دغندنې وړبولي.  په دې وروستيوورځوکى دکندهار،اروزګان اوهلمند شاوخواسيم وکي دپوځي عملياتوپه ترڅ کي ښځي ، ماشومان، او نوربيګناه خلګ هم بمبارد شوى کورونه ئې ړنګ او مرګ ژوبله و� �اوښتې ده . په نتيجه کي يو زيات شمير اوسيدونکي دخپلوکورونوڅخه کډه شوى او دستونزونه ډکو شرايطو کي شپې سباکوي. همدارنګه دکندهارپه ښارکي دمسجدونو،مدرسو اوکورونوڅخه دشکمنوپه نامه يوشمير خلک نيول شوى اودنو� �وسيمو څخه هم دورته پيښوخبرونه ترلاسه کيږي. دافغانانو دعمل نړى واله کميټه په داسې حال کى چي دافغانستان دامنيتي حالت په ښه والې اودخپلو هيواد والودسوله ايزژوند سره دوينې د پيوند مينه لري، دائتلافي قواوو پوځي عمليات چي ولسي خلک هم پکي په نښه اووژل کيږي کلي،کورونه، بانډې اوکروندې يې ويجاړې اومقابل لورى ته دنوې اوپ� �اخې سربازګيرى اويوځل بيا د يوې بلي کورنى جګړې امکانات برابروي، په کلکه غندى اود داډول ړندواوورانوونکوعم� �ياتو چې دخلکوتلفات زياتوي ژرترژره دريده غواړي .  دافغانانودعمل کميټه دافغانستان له منتخب مشرتابه اوپه واک کي دشريکونوروملي شخصيتونواو اړخونو، نه هيله لري چي دافغاني خپل منځي يووالې له ليارې دافغاني امنيتي ځواکونواودائتلافي قواووعمليات اوچال چلن داسې رهبري کړي چي ملکي وګړي پکښي مصؤن اود دولت اوولس ترمنځ دم� �ابلې مخه ونيسي ترڅوپه خپل لاس اوبه دسرحدونوها خوا ګاونډيوتاريخي مغرضونواوپه افغانستان کي دننه دهغوى د� �اس پوڅوسياسي اوکلتوري مافياوو په ژرنده ور برابرې نکړي.  دولت بايد دزيانمنوشووکورنيوسره په فوري اوعاجله توګه دمرستواودزيانونود جبران اقدام وکړي. اوسني او پخواني داخلي مهاجرين خپلوسيمواوکورونوته بي� �ته ستانه کړى، امنيت اومصونيت ئې تامين اودبلې خواسره ددريدونه يې وژغوري.  دافغانانودعمل کميټه په دې باو� �ده چي دافغانستان اوسنى کړکيچ يوازې دمخالفينودافغاني خواسره دلوړې کچې هر اړخيزو مذاکراتوله ليارې ژراوبې زيانه حل کيداى شي اوهيله کووچي په دې هکله دبشردحقوقوسازمان اونورې نړۍ والې موسسې خپلي انساني انديښنې په � �اګه کړي.   دافغانانودعمل نړيوالې کميټې مشر سيد جان کاروانى ",دافغانانودعمل دنړى والې کميټى اعـــــــــــــــلامـــيه 3876, م بلال احديار," ډکه د حیا ده ،د ا ظهار خبری نه کويکلکه پښتنه ده ، د انکار خبری نه کوي قدر مې د مينې کړي ،شايد غرور يې نه بولمماته چې راګوري ،نو په جار خبری نه کويبيا ورته خزان چرته په سرو سترګو ليدلي ديمړاوي شول ګلونه ،د بهار خبری نه کويدۀ هم جوړې ستا دمستو سترګو شراب څښلي ديځکه جام د بنګو ، دخمار خبری نه کويتل مې منصوري غاړه ستازلفو کې ټالۍ غواړيګوره مين زړه ته څوک د دار خبری نه کويته يې چې د زړه کور ته مې راوستې خبر مې کړېښکليه هيڅوک چاته د دې لار خبری نه کويستوري خفه شوي دي، سپوږمۍ چې مروره دهبيا چانه خفه دې ے احديار، خبری نه کوي  اسلاميه کالج پيښور ", غزل 3877," م- ب� �ال احديار","  بيا مې ويده مينه ويخيدو كښې ده   داسی شپه راغلې نن په شپو کښې ده یو خوا د ساقي د پیالو کیف نشته بله خوا نشۀ په پیمانو کښې ده دا هم ستا ښايست ته وركتې نه شي  ځكه د لمر سترګه پريوتو كښې ده  نه په مست ملا نه په ساقي كښې شته  دومره مستي ستا په سترګو مړو كښې ده شيخه ستا دخيال جنت كې نشته دى  دلته چې ګډا څنګ په پيالو كښې ده  خدايه د خزان سيلۍ پرې مه راوړې  لا دګل سرخي په اننګو كښې ده  څوك هم بينوا د ګلشن نه شړي  څومره وفا خلكه په اغزو كښې ده  ګرانه نور د ژوند رباب مې مه چيړه بس دې د الفت قيصه په تلو كښې ده  دومره مينه ستا په\"" احديار\"" كښې شته  چېرته د ملا خوارو سجدو كښې دهپېښور   ", غزل 3878,," دهغه چاودنې له امله ، چې طالب جنګياليو يې پړه منلې، د خوست د ګربزو ولسوالۍ د ميدانى کلى کې ، يو تن دولتى پوليس ټپى کړى او په خپله ځانمرګى يې ښکا ر شوي دي. خوست کې امنيتى چارواکو د بريد پخلۍ کړى دي . يو طالب وياند ويلى چې په بريد کې يې ٦ تنه افغان او بهرنى عسکر وژلى دي .بريد نن ١ نيمه بجه رامنيځه ته شوي دي چې موخه يې د عينى شاهدانو له خولې د پوليسو د ګزمې موټر وو.دولتى چا� �واکى وايى يوازې د پوليسو د موټر چلونکى ټپى شوي دي. ",خوست کې چاودنې ١ تن وژلۍ او ١ تن ټپى کړئ 3879,," افغان دولت په ټولنه کې د اخلاقى فساد د مخنيوى په موخه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د جوړيدوپه سر سلا شوي دي او افغان ولسمشر حامد کرزي ددغه ادارې د جوړيدو وړانديزمنلۍ دى . د حج او اوقافو وزارت ويلى ، نوموړې اداره د افغانستان د علما وو او روحانيونو د غوښتنې له مخې جو ړيږي . ",د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره جوړيږي 3880,," غزنى کې افغان دولتى پوليسونن د غزنى ولايت د � �يسې د يوې زده کونکې زهره مړۍ ، چې د ناپيږاندو کسانو له خوا تښتول شوې وه ، د غزنى د کج قلا په کلى کۍ پيدا کړى دى . دوژنې لامل نه دى څرګند. پوليسو منلې چې په ګوليو ويشتل شوې ده . ",د تښتول شوې زده کونکى مړى پيدا شوي دي 3881,," د سمنګانو د پوليسودجنايى جرمنو د څانګې مرستيال مح مد معصموم د ايبکو د ښار د يو ١٥ کلن ځوان اسيدونکى مړينه تائيد کړې ده . نوموړى ځوان د رمى څرلو په مهال لومړى د نا مالومو کسانو له خوا تر جنسى تيرې لاندې راغلۍ او وروسته وژل شوى دى . د ايبکو دښار د روغتون يو ډاکترد وژل � �وي ځوان دطبى معايناتو تر ارزونى وروسته دا خبره کړې ده . پوليس وايى د پېښې په تړاو يې پلټنې پيل کړي دي. ",سمنګان کې يو ١٥ کلن ځان ژل شوى دى 3882,," افغان ولسمشر حامد کرزي نن هغه ناستې ته وينا وکړه چې د کورنيو چارو وزارت د پو ليسو اکادمى څخه د ٦١٧ تنو افسرانو دوتو په مناسبت په کابل کې جوړه شوې وه .نوموړى نوو افسرانو ته په خطاب کې وويل : ستاسو غږ بايد په ټول افغانستان کې واوريدل شي او له ويرې يې ترهګر او مجرمين وتښتي . کرزي د المان هېواد له مادى او معنوى مرستو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه المان تل په سختو ورځو کې د افغانستان د خلکو د ښه والى له پاره مرسته کړې ده . د کورنيو چارو وزارت د ښوونو د چارو مشر جنرال ګل نبى احم دزي بيا د موقتې ادارې د پيل څخه تر اوسه پورې د پوليسو د اکادمى څخه ٣٩٠٩ تنو افسرانو او د کابل ا ولايتونو د پوليسو د تعليمى مرکزونو څخه د ٥٩٧٩٩ تنو پوليسو د ښونې او رزنې او وتلو يادونه وکړه . اوس مهال د پوليسو په اکادمى کې ٨٨ تنه استادان د ٧٤٤ تنو پوليسو د زده کړو چارې مخ ته بيايى ، چې المان ، امريکا ، ناروى او برتانيا ورسره پوره مرسته کوي. ", د ٦١٧ پوليسو زده کړې بشپړې شوې 3883,," ارزګان کې دولتى چارواکوويلى چې د جګړې په مهال يې د خاص ارزاګان ولسوالۍ کې ٩ تنه طالب جنګيالى وژلى او ٦ تنه نور ټپيان کړى دى . د خاص ارزګان ولسوال عبدالظاه� �وايى نوموړى طالبان هغه مهال مړه او ټپيان شول چې د ملى اردو په ٢ پوستو يې په زاړه بازار او د قدوس خان سيم وکې د جمعې شپه ١١ نيمې بجې وسله ال بريدونه پيل کړل . ده منلې چې په سيمه کې ٤ ساعته جګړه شوې ده .يو طالب وياند بياد جمعې په ورځ له خبري رسنيو سره په ارزګان کې د ١٨ تنو افغان او بهرنيوعسکرو ، ١٠ تنو ولسى وګړو او ٤ تنو طا� �بانو د وژلو رپوټ ورکړى دى .دخاص ارزګان ولسوال د طالب و ياند ادعا ناسمه ګڼى .همداشان په سيمه کې د بمباريو � �پوټ ورکړ شوي دي ، چې په کې ولسى ګړو ته مرګ او ژوبله رسيدلې ده .په ارزګان کې جګړې يو ځل بيا په داسې حال کې تازه کيږي، چې افغان ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ يو دولتى پلاوى ته دنده وسپارله چې له سميې څخه ليدنه وکړه او مالومه کړى چې په بمباريو او جګړو کې ولسى وګړو ته مرګ او ژوبله او ښتې او که نه ؟ ",ارزګان کې ٩ طالب جنګيالى وژل شوي دي 3884,," لوګر کې امنيتى چاراواکى منلې چې تيره شپه يو شمير ناپيژاندو کسانو ددغه ولايت د خروار ولسوالۍ کې د نجونو يو ښوونځى ته اور اچولۍ دى ، چې له مرګ او ژوبلې پرته زيات زيان رسيدلۍ دى . ",لوګر کې يو ښوونځى ته اور اچول شوي دي 3885,," د هلمند ولايت د نوزادولسوالۍ بازارد ائيتلافى ځواکونو د هوايى بريدونو او بمباريوله امله دړې وړې ، وران او ويجاړ شوى ، تر ١٠٠ ډير دکانونه وران اوسوى او تر ٢٥٠ تنو ولسى وګړي مړه او تر خاورو لاندې شوي دي. د تيرې چهار شنبې د شپې او ورځې له بمباري او ب� �يدونو وروسته اوس مهال ولسوالۍ په کنډواله بدله شوې، سرايونه ، دکانونه او يو شمير د هستوګنې کورونه وران شوي او د سيمې ګڼ شمير اوسيدونکى له سميې څخه کډه شوي دي.افغان دولتى چارواکى دا نه منى چې ولسى وګړى مړه او عامو خ� �کو ته زيان رسيدلۍ دى . دهلمند والى په نوزاد ولسوالۍ کې د ملکى وګړو مرګ او ژوبله نه منې او زياتوى يوازې څو دکانونه وران شوي دي . له دې نه وړاندې د ولايت وياند محى الدين تيره اونۍ په دغه ولسوالۍ کې د ١٩ تنو طالب جنګياليو د وژلو ادعا وکړه او زياته يې کړه يوازې ٢ تنه دولتى پوليس ټپيان شوي دي. ځايى اسيدونکى دانه مې چې په ولسوالۍ کې طالبان وو، دى داهم نه منى چې طالبان ددوى په کورونو کې پټ وو. اوس مهال د سميې ډير شمير اوسيدونکي له دولت څخه غوښتنه لري چې پلاوى دې دغه ولسوالۍ ته واستوى او هرڅه دې په خپلو سترګو وګورى. د سيمې يو شمير اوسيدونکو په بينوا غږ وکړ، چې ددوى غږ دې افغان ولسمشر کرزي او نړيوالو ته ورسوي، چې ولې داډول ظلم او تيرى پرې وشو .وړاندې له دې ګرشک کې يو برتانوى افسر منلې وه چې په نوزاد ولسوالۍ يې هوايى بريدونه کړى اودوه ٢٥٠٠ فونډبم ونه يې غورځولي دي .رپوټ د نوزاد ولسوالۍ ،ده بلوچ ،بارکزيو او يو شير نورو سيموله اړوندو اسيدونکو سره دخبر و او ويناو له مخې برابرى شوي .غلام محمد،حاجى رحيم ، دکاندار رحمت الله ، سپين ږيرى غلام رسول خان، ځوان دکاندارامير ګل ، بزګر دين محمد خان او يو شمير نورو چې حيرانونکى او مظلومې څيرې يې درلودې او په سترګو کې يې اوښکوله ورايه د ناهيلۍ اوبې ګناهۍ کيسه کوله بينوا ته وويل چې دوى به خپل تاوان او زيان غواړى او ددغو بريدونو له امله يې د مرګ او ژوبلې پرته د دوى په وينا په ميليونو افغانيو زيان ليدلۍ دى. هلمند کې د برتانيا يو فوځى چا� �واکى ډګرمن چارلى اونن په کابل کې د ائيتلافى ځواکونو خپره شوې پاڼه دا نه منى ، چې ولسى وګړى نوزاد کې وژل شوي دي . ",نوزاد کې لسګونه ولسى وګړىمړه اوټپيان شوي 3886,," د لوګر د فرهنګ او ځوانانود چارو مشر محمد ظاهر صديقى نن سهار له يو بمى بريد څخه چې دده په وينا د مخالفينو او د هېواد دښمنانو کار وو، روغ رمټ وتلۍ او هيڅوک په کې مړه او ژوبل شوي نه دي .ده منلې چې له دې وړاندې هم د سولۍ او هېواد دښمنانو ده ته د مرګ ګواښ کړى وو. چاودنه د ده په ويناد ريموټ کنټرول له مخې شوې ده . ",د لوګر دفرهنګى چارو مشرله بمى بريده بچ شوی 3887,," افغان فوځى چارواکو د هلمند د ګرشک د ح يدرابا او ځمبلى اود او زابل د شينکى ولسوالۍد سپيدار سيمو کې د ١٠ تنو طالبانو دوژلواو ٤ تنو د ټپى کيدلو � �پوټ ورکوي اووايى پرون يې ديو لړ بيلا بيلو عملياتو په بهير کې ، ٦ تنه طالبان ګرشک کې وژلى ، ٤ تنه ټپيان يې کړي او ٢ تنه يې ژوندى نيولى دي . د زابل د پوليسو مشر بيا په دغه ولايت کې د ٤ تنو طالبانو د وژلو او يو تن د نيولو ادعا کوي . يو طالب وياند پيا په هلمند کې د کمين او چاودنې په دوو جلاو بريدونو کې د ١٤ افغان او بهرنيو عسکر د وژلو ادعا کوي . ",دولت : ١٠ تنه طالبان هلمند او زابل کې وژل شوي 3888,," طالب وسله والونن سهارد کابل - کندهار د � �ويې لارې په اوږدو کې د زابل ولايت قلات ښار ته نږدې د غبرګى سيمه کې د ائيتلافى ځواکونو په لوژستيکى کاروان ب� �يد کړى دى ،چې له امله يې د زابل د پوليسو د مشر په وينا يو ولسى وګړى او يو بريد کوونکى وژل شوي او يو بل بريد کوونکى ټپى شوي دي .د پوليسو مشر پکتين منلې چې بريد په جګړه بدل شوى او يو تن بريد کونکى ژوندى نيول شوي دي . په بريد کې دده په وينا ائيتلافى ځواکونو ته زيان نه دى رسيدلى . ",قلات ته نږدې په لوژستيکي قطار بريد شوي دي 3889,اجب خان," د اجب خان ليکنهڅو ورځې د م خه خبر شوم چې په پاکستان کې د طالبانو د تورې واکمنۍ سفير ملا ضعيف د خپلو خاطرو کتاب ليکلى او خپور کړى دى. کتلو ته مې يې هيڅ زړه نه کېده ځکه چې لدې وړاندې مې د يو بل طالب مشر وکيل احمد متوکل کتاب لوستلى و چې ډېر زيات بې مطلبه کتاب و. خو بيا هم له خپل عادته مجبور شوم او د ملا ضعيف کتاب مې پيدا او ولوست. د کتاب نوم دى ""د ګوانتانامو انځور"". دا يو تصادف و چې د دې کتاب د لوستلو پر مهال مې هغه عسکونه او ويديوګانې هم وکتلې چې د طالبانو د وحشي واکمنۍ پر مهال د دوى د ظلمونو انځورګري پکې شوې وه. د دې دواړو شيانو په يو وخت لوستل ماته داسې يو عجيب و غريب احساس راکړ لکه انسان چې په اور کې سوځي او چې کله اوبه وويني نو ورودانګي خو هغه اوبه نه بلکې خوټکېدلي تېزاب وي. بالکل همدغه حال و، چې د ملا ضعيف په کتاب کې مې د امريکايي زندانونو ظلمونه ليدل نو ورسره مې د طالبانو لخوا د افغانانو د وژلو، ټکولو، زورولو، تعذيبولو، د افغاني ښځو د سپکولو او افغاني ځلمو د شکنجه کولو صحنې هم ليدلې. دا دواړه انځورونه ماته بېخي همشکل ښکاره شول او ومې ويل چې که امريکا د ظلم او وحشت يو نوم دى نو طالب يې دوهم نوم دى، که امريکا د افغانستان د ورانولو او په جنګونو کې د ښکېل کولو له هرې لارې کار اخيستى نو طالب په دغه هره لاره کې د امريکا د ښي لاس رول لوبولى او امريکا چې په افغانستان کې هر څه کړي او کوي يې د طالب برخه ورسره يو ب� �ابر ده. خو يوه خبره چې دا کتاب ځانګړى کوي دا ده چې ملا ضعيف د خپل بادار (پاکستان) اصلي شکل پخپله هم پېژندلى او خلکو ته يې هم ورپېژندلى دى. هغه وايي کله چې زه پاکستاني چارواکو ونيولم او امريکا ته يې سپارلم نو ما ورڅخه پوښتنه وکړه چې زما ګناه څه ده؟ ايا مونږ ټول مسلمانان نه يو؟ پاکستاني چارواکو وويل چې اوس خبره د اسلام او جهاد نده اوس خبره د پاکستان د ګټو ده. ملا ضعيف منلې چې کوم پاکستان په افغانانو باندې د اسلام لپاره جهاد کوي هغه پاکستان زه ونيولم، ډېر زيات د بې غيرتۍ وضعه يې راسره وکړه او په لوي لاس يې پر امريکايانو وپلورلم. تر کومه ځايه چې په امريکايي زندانونو کې ملا ضعيف سره د شويو ظلمونو کيسه ده نو دغه بېخي سمه ده چې امريکايي عسکرو ورسره ډېر زيات ظلم کړى دى خو د دې خبرې لپاره دوه جوازونه شته. يو دا چې طالبانو سره چې څه کېږي دوى خلکو سره هم داسې کړي دي. او دا يوه منلې خبره ده چې څه کرې هغه به ريبې. په تفصيل کې زه ځکه نه ځم چې دا ګردې نړۍ ته معلومه ده چې طالبانو څومره وحشت او د بشر د تصور او ګومان څخه ليرې کارونه کړي دي. دوهمه دا چې، لکه چې ملا ضعيف يې په خپل کتاب کې يادښت کړى دى، د امريکايي عسکرو په نظر کې دوى انسانان نه وه ځکه چې انسانان هغه کارونه نشي کولى کوم چې طالبانو کړي وه. په دغو خبرو امريکايان او طالبان پخپلو کې سره ښه پوهېږي، ماته خو دواړه د افغان ولس يو ډول دښمنان ښکاري. او دا څه ډېره غلطه خبره نده ځکه چې همدې طالبانو او مجاهدينو د امريکا لپاره ډېر لوي ډالري جهاد کړى دى، او همدا خلک وه چې څو کاله مخکې امريکا او ګردې غربي نړۍ مجاهدين بلل خو اوس ورته ترهه ګر وايي. مطلب مې د خبرې دا شو چې امريکا او طالب د افغان ولس لپاره دواړه د بشر د تاريخ ناوړه دښمنان او د افغانستان ورانوونکي دي. خو ملا ضعيف خپلو طالبانو ته په دې کتاب کې يو پېغام ورکړى دى چې پاکستان د اسلام او جهاد سره هيڅ علاقه نلري. که نن په ملا ضعيف ده، سبا په حکيمي ده او بله ورځ په بل او په بل.  تر څو چې پاکستان غواړي دا طالبان او مجاهدين به په افغانستان کې په ترهه ګريو بوخت ساتي او افغانان او افغانستان به ورباندې له منځه وړي خو چې کله پاکستان لازم ه وګڼله په امريکا به يې وپلوري او ډېر په اسانۍ سره به يې د مرګ کندې ته ورديکه کړي. دغه انجام د متقي هم دى، د م طمئن هم دى او د ملا عمر هم. د طالبانو او ټولو افغانانو لپاره ښه لاره دا ده چې ټول سره په افغانستان کې راټول شي، په خپل هېواد کې کښېني، جرګه شي، رايه ګيري وکړي او په خوښه او صلاح سره خپل وطن جوړ کړي. نه به بيا دلته ام� �يکا پاتې شي او نه برتانيه. ټول به په خپله مخه ځي. نه به جهاد ته اړتيا پاتې شي او نه فساد ته، نه به د پاکستان په وړاندې کمزوري يو او نه به د عربو خيرات ته لکه سوالګر ناست يو، نه به کرزى نا اهله وي او نه به ملا عمر ترهه ګر. نه به حکمتيار د اي ايس اي ايجنټ وي او نه به دوستم خپلې شخصي ملېشې جوړې کړاى شي، نه به مو څوک ژبني حقوق غصب کړي او نه سياسي. او که حال همدغسې روان وي چې طالبان د اي ايس اي ايجنډه پر مخ بيايي او کرزى د امريکا، او هر څ وک د خپل خپل وس ترمخه ورانکاري او ترهه ګري کوي نو بيا خو زما دعا دا ده چې خداى پاک دې دا وطن بالکل د نړۍ د مخ څخه پاک کړي چې له غمه خو يې بېغمه شو. نور خو زمونږ په وس کې هيڅ نشته. ",( دوه همشکل انځورونه ) د اجب خان ليکنه 3890,," کندهار کې يو سيمه ايز طالب قوماندان ملاظاهر اخندد ملى پخلاينى د سيمه ايز دفتر د هلو ځلو له مخې له دولت سره يو ځاى شوي دي . له ده سره اوس مهال کم � �مير طالبان راغلى. دکندهار د ملى پخلاينې د سيمه ايزدفتر مشر حاجى لالى وايى راتلونکى کې به دنوموړى ٦٠ تنه طالبان راشي . له دې وړاندى يو بل طالب قوماند ان ملا ابراهيم هم له دولت سره يوځاى شوي دي. ", سيمه ايزطالب قوماندان کندهار کې دولت ته اوښتۍ 3891,," کابل کې د ائيتلافى ځواکونو يوې خپرې شوې پاڼى ويلى چې نن سهار وختى يې د هلمند سنګين ولسوالۍ کې ١٠ تنه طالبان وژلى دي .په پاڼه کې د طالبانو په څو مرکزونو دبريد خبر ورکړى شوي دي او ويل شوي تر هغه وخته به د غرنى ِضربې عمليات دوام ومومى چې د طالبانو ټول مرکزونه يې له م ينځه نه وى وړي. ",ائيتلاف : ١٠ طالبان هلمند کې وژل شوي 3892,," دا د مشاعرې نوبتي غونډه چي د ماځيګر پر پنځه نيمي بجې د قرآن شريف په تلاوت سره پيل شوه، پرانيستونكې وينا يې سيداحمد قانع وكړه. هغه د بهير پر نظم او پرله پسې تودو غونډو خوښي څرګنده او د ملګرو پر نور يووالي يې ټينګار وكړ، ده دا هم وويل چي له كندهاره چي ځيني ملګري كابل ته د ولسمشر حامد كرزي په غوښتنه تللي وو په كندهار كي د مېشت روهي ادبي بهير ۱۶ مه اونيزه غونډه د روان كال د چنګاښ پر ۲۲مه د پنجشنبې په ورځ جوړه شوه. دا د مشاعرې نوبتي غونډه چي د ماځيګر پر پنځه نيمي بجې د قرآن شريف په تلاوت سره پيل شوه، پرانيستونكې وينا يې سيداحمد قانع وكړه. هغه د بهير پر نظم او پرله پسې تودو غونډو خوښي څرګنده او د ملګرو پر نور يووالي يې ټينګار وكړ، ده دا هم وويل چي له كندهاره چي ځيني ملګ� �ي كابل ته د ولسمشر حامد كرزي په غوښتنه تللي وو او له هغه سره په درو پرله پسې كتنو كي يې د افغانستان په سهيل لويديځه سيمه كي پر ستونزو او د ادارې پر لارو چارو خبري وكړې نو د كندهار چارواكي اوس ورته په خښم دي او په بې� �ا بېلو ډولو سره يې ګواښي، ده وويل چي د دغسي ګواښونو پر وړاندي د روڼاندو او فرهنګيانو يووالى حتمي خبره ده، ده وويل كه موږ يو لاس و اوسو، د هيچا ګواښ به راباندي اثر و نه كړي. وروسته شاوخوا دېرشو تنو شاعرانو په وار سره شعرونه ولوستل، د ترنم زمزمې يې خپرې كړې، د مشاعرې وياند فضل احمدانيس د طنز او خندا په مالګه پروګرام نور هم نمكين كړ. د مشاعرې مېلمه ځوان قدرت الله لېوال او مشر يې واصل حسنيار و چي د غونډي د ارزوني په ترڅ كي يې د قانع د يووالي د خبري پخلى وكړ، او هم يې د شعر پر شعريت او هنريت ټينګار وكړ، ده د دې ارزښت د خپلولو لپاره پر مطالعه ډېر ټينګار وكړ، ده وويل چي زموږ ځيني ملګري مطالعې ته هيڅ پام نه كوي، چي دا كار د دوى د پرمختګ په مخ كي خنډونه جوړوي، ده وويل چي ۹۰ په سل كي بايد مطالعه وشي او ۱۰ په سل كي ليكنه. غونډه د ماښام د لمانځه پر مهال د دوعا په ويلو پاى ته ورسېده. په اخير كي يادونه وشوه چي په بله غونډه كي به واصل حسنيار شعر كره كتني ته وړاندي كوي او عبدالاحمد محمديار به تبصره پر ليكي. ",د روهي بهير ۱۶مه غونډه جوړه شوه 3893,," د افغانستان د بهرنيو چار ووزير د امريکا او اروپا د سفر له راستنيدو وروسته نن کابل کې يوې خبرى ناستې ته خپل سفر ډير ګټور وباله او زياته يې کړه امريکا ٢ ميليارد او اروپايى ټولنې يو ميليارد ډالرمرسته له افغانستان سره ژمنه کړې او د افغان ولسمشر حامد کرزي له دولت څخه ټينګ ملاتړ کوي .د نوموړى په وينا يادشوې نوې مرستې دلندن د ناستې په مرستو کې نه راځى.ډاکتر سپنتا دام ريکااو اروپا له مشرانو او چارواکو سره د خپلو خبرو غټ ټکى د ترهګرى په وړاندې مبارزه ، د افغان امنيتى ځواکونوپياوړتيااو يو شمير نور سيمه ايز او نړيوال مسايل وبلل. ",له افغانستان سره دامريکا او اروپا نوې مرستې 3894,," افغانستان کې امريکايى فوځ په تيرو ٢ نيمو کلونو کې د افغانستان د بيارغاونوپه لارو چارو کې د دوى په وينا څه کم ٢ ميليارد ډالر لګولى دي .د فوځ د انجينيرى د چارو يو چارواکى کريستوفر تومى نن کابل کې خبريالانوته وويل په کليوالى سيموکې ٦٠٠ کيلو متره لار ، يو شمير څاګان ، د بريښناکوچنۍ د ستګاوې او د ملى اردو او پوليسو له پاره کاغوشونه جوړ شوي دي . ", ٢ ميلياردډالر امريکايى فوځ په بيارغونه لګولى 3895,شمس," په خوست كې دوروستيوڅوځانمرګواوپرولسواليوله بريدونووروسته نېږدې په هره ولسوالۍ كې قومي مشرانواو، ولسوالانو د ګډوغونډوپه ترڅ كې يومالوم شمېرقومي اربكي وټاكل ترڅودسيمې امنيت وساتي ،دوى په يادوشووغونډوكې داتړون وكړ چې ددولت مخالفينولخوابه دبريدپرمهال قومي اربكي له دولت سره لاسنيوى كوي اودپښتنوپخواني دودله مخې به سيمه ييز اربكي په چوغه راوزي ،پدې ډول به دامنيت په ساتنه كې خپل شتۀ ځواك كاروي . په غونډوكې پرېكړې شوي چې كه چېرې دقومي خلكو(اربكيو) له ډلې څخه چادپېښـې پ� �مهال دغه پرېكړه عملي نكړه نودكوربه يې دقوم له خواسوزول كيږي اوپنځوس زره افغانۍ به قوم ته ناغه وركوي . داپرېكړې هغه مهال وشوې چې په خوست كې په څوځان مرګوبريدونوبرسېره ديعقوبيواوګربزوپر ولسواليواوسيګي پرڅا� �تون باندې وسلوال بريدونه وشول . ",دخوست سيمه ييزامنيت قومي اربكي ساتي 3896,," د عملياتو په ترځ کې افغان ځواکونو د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ د علىزيو په کلى کې ٥ تنه وسله ال د ورانکارو عملونو په تور او٧ کيلو ګرامه چاوديدونکى توکى نيولى دي .د ملى دفاع وزارت وياند منلې چې ٩ کيلو ګرامه نيشه يى توکى او دوه ميله وسله هم د ملى اردو ځواکونو ته په لاس ورغلې ده . ",٥وسله وال له چاوديدونکوتوکوسره بلخ کې نيول شوي 3897,," د افغان ولسمشر حامد کرزي د حکم له مخې د الحاج محمد نعيم کوچى تر مشرى لاندې يوپلاوى ټاکل شوي، تر څو هلمند ولايت ته سفر وکړى اود سنګين او نوزاد ولسواليو کې د هوايى بريدونو سپيناوى وکړى . د حکم له مخې پلاوى دنده لري تر څو د سيمې د سپين ږيرو او م خورو په مرسته د پنځو ورځو په ترځ کې د اوښتې مرګ ،ژوبلې او زيان په هکله خپل رپوټ بشپړ او جمهورى رياست ته وړاندې کړي.له سيمې څخه د ورکړل شويو رپوټونو له مخې په نوزاد او سنګين ولسواليو کې د ائيتلافى ځواکونو د هوايى بريدونوله امله په لسګونه ولسى وګړى مړه او ټپيان شوي دي . هلمند کې د برتانوى ځواکونو يو چارواکى او په کابل کې د ائيتلافى ځواکونو خپره شوې پاڼه دولسى وګړو مرګ او ژوبله ناسمه ګڼى او د طالبانو په سنګرنو يې دخپلو ب� �يدونو دفاع کړي .له دې وړاندې په ارزګان ې هم ولسى ګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې وه ، چې تر دم ګړى يې په اړوند ټاکل � �وي دولتى پلاوى خبري رسنيو ته څه نه دي ويلى.د افغانستان د بشرى حقونو د خپلواک کميسيون وياند احمد نادر ناد� �ى د وروستيو هوايى بريدونو په ترځ کې دو لسى وګړود مرګ او ژوبلې سخته غندنه کړى او له ائيتلافى ځواکونو او دولت څخه يې غوښتى چې د عملياتو په مهال دې د ولسى وګړو دمرګ او ژوبلې مخه ونيسى اوپه عملياتو کې دې زيات دقت وکړي . ",هلمند کې دبمباريودسپيناوي له پاره پلاوى ټاکل شوي 3898,," دا پنځمه ورځ ده چې اسرائيل په پرله پسې توګه په لبنان باندې بريدونه کوي ، چې له امله يې ډير شمير ولسى وګړى مړه او ژوبل شوي دي . اوس مهال ګڼ شمير بهرنيان له بيروت څخه وزى . نن سهار يوځل بيا د بيروت جنوبى لمنې د اسرائيلو تر سختو هوايى بريدونو لاندې راغلى، چې د مرګ او ژوبلې په تړوايې تراوسه رپوټ نشته .يوازې د تيرې ورځې په بريدونو کې د ١٥ ماشومانو په ګډون ٣٥ تنه ولسى وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى . نن يو ځل بيا هغه پل چې د بيروت ختيځى سيمې له نړيوال هوايى ډګر سره نښلوى ،تر هوايى بريد لاندې راغلى دي . د يو ساعت په اوږدو کې ١٢٠ مرمى په جنوبى سيمو ويشتل شوي دي او د بيروت له هرې خوانه اورونه اولوګى پورته کيږي.د لبنان لومړى وزير فواد سينيور ،له يو ټلويزيونى شبکې سره لبنان يو غم ځپلۍ هېواد وباله او د بيړنى اوربند او د ملګر ملتونو ددخالت غوښتنه يې وکړه. ده د اسرائيلو په دولت تور ولګوو چې د لبنان په ضد يې ناروا جګړه پيل کړې ده . ",په لبنان پرله پسې اسرائيل بريدونه کوي 3899,," نن د نړۍ د ٨ پرمختللو او سترو صنعتى هېوادونود مش� �انو لومړۍ ناسته د ٣ ورځو له پاره د روسيې په سن پترزبورګ ښارکې جوړيږي . ټاکل شوې ده د سترو سټو په ناسته کې د منځنى ختيځ کړکيچ ، د انرژى او نړيوال سوداګرى ستونزو پر سر خبرې او بحث وشي .ناسته په داسې مهال کې جوړيږي ، چې اسرائيلو په لبنان خونړى بريدونه پيل کړي او د امريکا ولسمشر جورج بوش دټولو ستوزو جرړې حزب الله وباله او زياته يې کړه اسرائيل حق لري چې د خپل ځان دفاع وکړي . دنړۍ ستر ې سټې ، امريکا ، روسيه، جاپان، ايتاليا،ب� �تانيا، المان ، کانادا او فرانسه دي . ", روسيه کې د نړۍ د ٨ سترو سټو ناسته 3900,," خوست کې نن سهارد سرحدى پوليسو په موټر، چې د سيمې څه د تيريدو په حال کې وو، د ماين چاودنه شوې چې له امله يې يوازىيو ولسى وګړى وژل شوي دي . خوست کې امنيتى چارواکو د پېښې پخلې کړى او وايى پوليسو ته زيان نه دى رسيدلى .چارواکو د چاودنې په تړاو سيمه کې پلټنې پيل کړي دي .عينى شاهدانو ويلى د بريد موخه سرحدى پوليس وو ، چې قربانى يې يو لارى وګرزيد.له بلذ لوري د ائيتلافى ځواکونو په خپره شوې پاڼه کې راغلى چې تيره ورځ د خوست ولايت د زمبر په سيمه کې د ٣ تنو وسله والوپه ډزوکې چې ښځينه چادرۍ يې په ځانو کې درلودې ، د اکبر خيلو د کلى ٢ تنه عام وګړى مړه او يو بل ټپي شوي دي . ",خوست کې دماين چاودنې يوولسى وګړى وواژه 3901,," د ائيتلافى ځواکونو په يوه خپره شوې پاڼه کې راغلى ، چې د افغان ځواکونو سره يې د گډو عملياتو په ترځ کې ٥ تنه وسله ال کسان د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ کې نيولي دي .په پاڼه کې ويل شوى، احتمال لري نوموړى کسان د ترهګرو سره د تړا وله مخې دامنيت د ګډډولو او ورانکارو عملونو د ترسره کولوله پاره راغلى وي .له دوى څخه د پاڼې له مخې پوښتنې روانې دي . ",ننګرهار کې ٥ تنه وسله وال نيول شوي 3902,," نن له غرمې وروسته ٢ بجې او ٤٠ دقيقې دپکتيا په مرکز د ګرديز ښار کې د قبايلو رياست ودانۍ مخې ته هغه مهال يو ځانمرګۍ بريد شوي دي چې د ملى ارد وعسک� �موټر له سيمې څخه د تيريدو په حال کې وو. په دغه بريد کې د ځان وژونکى په ګډون ٥تنه وژل شوي او ٢٣تنه نور ټپيان � �وي دي . په وژل شوو او ټپيانو کې د ملى اردو عسکر او عام وګړي شامل دي . په ګرديز کې امنيتى چارواکو له بينوا سره د بريد پخلۍ کړى دى او وايى د بريد په تړاو په سيمه کې پلټنې پيل شوي دي . په همدې مهال کې د قبايلو ودانې کې د پکتيا ، خوست ، پکتيکا او د ملى پخلاينې د کميسيون يو شمير چارواکې راټول شوي وو. ",ګرديز کې ځان مرګې بريد٢٨ تنه مړه او ټپان کړي 3903,," ناپيژاندو کسانو تيره شپه د نورستان د کامديش ولسوالۍ کې د نجونو يو لومړنى ښوونځى ته اور اچولى دى او سوې يې ده . د نورستان امنيتى چارواکو د پېښې پخلۍ کوي او وايى په دغه ښوونځى کې ٣٠٠ نجونو زده کړې کولې . ",نورستان کې د نجونو ښوونځۍ سوې ده 3904,," د افغان او ائيتلافى عسکرو په کاروان د هرات د شينډند په ولسوالۍ کې درنده چاودنه شوې چې له امله يې د ملى اردو ٦ تنه عسکر مړه او ٣ تنه نور ټپيان شوي دي .په بمىچاودنه کې يو فوځى موټر ويجاړ شوي دي . په سيمه کې امنيتى چارواکو د چاودنې پخلۍ کړى او وايى چاودنه هغه مهال رامينځ ته شوې ده ،چې دبهرنيو او کورنيو ځواکونو ګډ کاروان له سيمې څخه د تيريدو په حال کې وو.چاودنه نن سهار ١٠ بجې د برمکان کلى د زيرکوه سيمه کې شوې ده . ",شينډندکې چاودنې د ٦ تنو عسکروژوندواخيست 3905,," د افغانستان د کورنيو چارو وزارت چا� �واکو ويلى ، چې د ارزګان د چورې ولسوالۍ کې د افغان او ائيتلافى ځواکونو د ګډو عملياتو په ترځ کې يې ٢٨ تنه وسله وال طالبان وژلى او ٧ تنه يې ژوندى نيولى دي. عمليات د چارواکو په وينا پرون پيل شوي او نن هم دوام لري . له بل � �ورى ائيتلافى ځواکونو اود هلمند د پوليسو مشر ملاخيل د هلمند د سنګين او ګرشک ولسواليود، حيدر اباد، ميرم نداو او ښارى کاريز سيمو کې د ملا بهاوالدين په گډون د ٣٦ تنوطالب جنګياليو د وژلو رپوټ ورکړى او وايى په ه� �مند کې دامريکا ، برتانيا او کاناډا د ځواکونو ګډ عمليات د طالب جنګياليوپه وړاندې په پراخه توګه دوام لري .په دغو عملياتو کې ٤ تنه ژوندى نيول شوي او ١٠ تنه نور ټپيان شوي دي .همداشان د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې ٢ تنه طالب جنګيالى مړه او د ملى اردو ٢ تنه عسکر ټپيان شوي دي . چارواکو منلې چې دغه مرګ او ژوبله هغه مهال رامينځ ته شوه،چې طالب جنګياليونن سهار د ملى اردو د عسکرو په موټر بريدپيل کړ. ",ارزګان اوهلمندکې ٦٤تنه طالب جنګيالى وژل شوي 3906,," کابل کې د ائيتلافى ځواکونو په خپره شوې پاڼه کې � �اغلى چې له مخالفينو سره يې د جګړې په مهال د زابل ولايت د داى چوپان په ولسوالۍ کې د ائيتلافى ځواکونو يو عسکر وژل شوي دي . ",د ائيتلاف يو عسکر زابل کې وژل شوي دي 3907,," ", 3908,ډاکټر محمدابراهيم شينواری,"     يو پراخ مطبوعاتي کمپاين ته بلنه    هغه څوک چې ښوونځي سوځوي ، دوی د افغانستان د ماشومانو راتلونکې او په پايله کې راتلونکي افغانستان  سوځوي. څوک يي سوځوي؟ ولې يي سوځوي؟ دښوونځيو د سوځولو تر شا کوم لاسونه دي؟ او دوی کوم نژدې ، منځمهاله  او ليرې هدفونه  لري  او څه پايلې ترې  لاسته راوړل غواړي؟  ايا دا فاجعه به دوام وکړي  او که به ودريږي؟  ايا ددې لپاره کومه د حل لاره شته؟ اولس،دولت،ګاونډيان،اسلامي هيوادونه، لويديځ هيوادونه ، ملګري ملتونه او ټوله نړيواله ټولنه څه رول او ونډه درلوداي شي؟ موږ وړانديز کوو چې ټولې ملي ويبپاڼې، ورځپاڼې، جريدې ،مجلې او نورې رسنۍ په دې کم پاين کې برخه واخلي. ټولو په هيواد مينو ليکوالو  او د نظر خاوندانوته بلنه ورکول کيږي چې په لاندې درې موضوعاتو مستندې ليکنې او څيړنې وکړي او د خپل فکر او ليدنو کتنو ،څيړنو او د اړينو کړنو لپاره د مناسبو وړانديزونوپه وړاندې کولو  سره خپله ملي، افغاني او انساني دنده  تر سره کړي:  ۱دښوونځيو دسوځولوزيانونه.  ۲په افغانستان کې د ښوونځيو د سوځولو سببونه  ۳دښوونځيو د سوځولود مخنيوي لارې چارې \حل لارې.     مرستندويه معلومات :   افغانستان پخوا هم د پوهنې يو کمزوری سيستم درلود که څه هم د پخواني پاچا په وخت کې دا سيستم يو څه ښه شو او د هيواد نيمايي ماشومانو ته د لومړنيو زده کړو زمينه برابره شوه خو بيا هم تر ١٩٧٩ کال پورې د هيواد دوګړو ٩٠% بې سواده وو. په ١٩٩٦ کې ٦٥٠ښوونځي فعال وو، په ١٩٩٨ کې ( ديونسيف د راپور له مخې) له لسو څخه نهه  نجونې او له دريو څخه دوه هلکان په ښوونځيو کې نه وو شامل او په ٢٠٠٠ کال کې يواځې ٤=٥ % افغان ماشومانو ته د زده کړې زمينې برابرې وې. په ٢٠٠٣ کې دفعالو ښوونځيو شمير ٧٠٠٠ ته ورسيد چې د ٢٧٠٠٠ ښوونکيو له خوا ٤،٢ مليونه زده کوونکو ته چې ١،٢ مليونه يي نجونې وې لوست ليک زده کيده. په ٢٠٠٢ کې چې کابل پوهنتون بيرته  پرانستل شو د محصلانو شمير يې ٢٤٠٠٠ تنو ته ورسيد. په ٢٠٠٣ کې په اټکليز ډول ٥٧% نارينه او ٨٦% ښځې د سواد له نعمت څخه محروم وواو د بامهارته تعليم يافته خلکو کمښت يوه لويه ستونزه  وه او ده. لا هم  دوه م� �يونه افغان ماشومان په کليوالو سيمو او د کډوالو په کمپونو کې ژوند کوي چې د پوهنې لپاره يي حقوق نه دي اعاده شوي. په نړۍ کې ١� �٥ مليونه ماشومان خپلو ښوونيزو حقوقو ته نه دي رسيدلي چې يوه د پام وړ شميره يې افغان ماشومان جوړوي. د هيواد ځينې سيمې جګړې تر نورو ډيرې ځپلي دي . سُهيلي ولايتونه يي ډيره ښه بيلګه ده. په ٢٠٠٤ کال کې د پنځه سهيلي ولايتونو ( کندهار، هلمند، زابل،ارزګان او نيمروز) څخه د ١٦٠ په شاوخوا کې د دولسمو ټولګيو فارغانو پوهنتون د داخليدو ازموينه ورکړې وه چې له دې ډلې يوازې اته يې نجوني وې.په داسې حال کې چې دهيواد دمرکزي برخو له يوې ولسوالۍ څخه ٨٥٠ کسانو دکانکور ازموينه ورکړی وه.چې دا يوه ولسوالي تر پنځه ولايتونو پنځه چنده وړاندې وه. شيکاګو ټريبيون ورځپاڼې د٢٠٠٦ کال د اپريل په دولسمه نيټه د افغانستان د پوهنې وزارت د چارواکو له خولې ليکي چې تر دغه مهاله ٥٠ ښوونځي سوځول شوي او ٣٠٠ نور تړل شوي دي. دولسمشر کرزي د وينا له مخې له دې امله ٢٠٠٠٠٠ افغان ماشومان له زده کړې محروم شويدي. په ٢٠٠٢ کال کې له ٩٠٠٠٠٠ څخه ٥ مليونه ته دښوونځيو د زده کوونکو د شمير ټوپ خوښي او خوشبيني وه، خو د ښوونځيو د سوځونې اوسنۍ څپې  ژورخپګان او لويه نهيلي خپره کړيده. زياتره سيمې زيانمنې شويدي : سهيلي ولايتونه بيا هم د زيانمنو سيمو په لومړي کتار کې دي. خو ناورين نور هيواد ته هم ورخوريږي  دفراه او بادغيس په لويديځو ، د کندز او بدخشان په شمال ختيځو د مزار او فارياب په شمالي ، د وردګو، غزني او لوګر په مرکز ي ، د پکتيکا او خوست په جنوب ختيځو او د کونړ او لغمان په ختيځو ولايتونو کې د ښوونځيو د سوزولو او تړلو پيښې رامنځته  شويدي چې ټول هيواد ته يي د خطر زنګ وکړنګاوه. په کونړ ولايت کې دښوونځي د شپږو ماشومانو وژنې ددې غميزې بدرنګه څيره نوره هم راڅرګنده کړه.   دښوونځيو سوځول او تړل يو ناتار دې او بايد ټول افغانان يي په ګډه هم سببونه پيدا کړي او هم ورته د حل لارې ولټوئ. د سببونو او حل لارو په دې  پلټنه  کې د بشري ټولنې مسوليت د افغانانو سره سم او يو شان دي.  په دې اړه خپلي لیکني او نور موادددې ځای په کښېکښ� �و سره راولیږی ",دښوونځيو سوځول - سببونه او حل لارې 3909,"نجيب احمدزی - ب� �جيم","  ترهرڅه لومړۍ تاسواو ستاسو ټولودوستانو اوځوانانو ته چه پدې چوپړکې ېی له تاسوسره مرسته کړېده اودبېنوا دبرېښنایی پاڼې دوه کلن بهیرموژوندۍ ساتلۍ دۍ دزړه له کومې مبارکی وایم. په تیرو دوو کلونو کې ستاسو دپرله پسې زیار په مټ په نړیوال برېښنایی جال کې دګران افغانستان او هیوادوالو غوښتنې اوستونزې ترډېره ځایه ترسترګو شوی اودهېواد ملی ګټې پدې پاڼه کې دافغانی اواسلامی ارزښتونوپه چوکاټ کې په پام کې نیول شویدی او دې پاڼې دیوملی دریځ څرګند او � �وښان استاریتوب کړیدۍ. البته چه د کړنوپروخت نیمګړتیاوې او ستونزې وی خوانشاالله چه لرې به شی. ډېروګ� �انو! هره ټولنه او کلتوری بهیر په خپل کار کې نوښتونوته اړتیا لری چه کېداۍ شی ستاسو پاڼه هغه راخپل کړی. زماپه آند دهېواد دننه او بهرکې دبرېښنایی امکاناتوددرلودلوپه پام کې نیولوسره بېنواپاڼې خپل جوپړ په خوراافغانی دود او سرلوړۍ سره پرمخ بېولی دې. ددې سره سره چه دهېواد په ډېروسیمو کې برېښنایی آسانتیاوې نه شته او ددې سیموهېوادوال دبېنوابرېښنایی پاڼې دلیدوپه اړه ستونزې لری خودویاړځاۍ دی چه دبېنواټولنې له خوا د ښکلا په نوم مجلې له لارې داتشه ډکه شوېده.اوهمداښکلا ده چه دهېواد ټولوسیموته يی دملی ګټوپیغام رسولی دی. نوهم داوجه ده دبېنواټولنې ټول غړی اوځوانان، چه دوېبپاڼې په خپرولو او یاهم دښکلا مجلې دچاپ لپاره ېی په ډېره مینه زیار ګاللی ،پرمونږ دستایلو حق لری. په تېره بیا دبرېښنایی پاڼې په برخه کې په خاصه توګه دګران او ځوان خا� �دهادی او ګران او ښایسته ځوان عبدالله احسان هلې ځلې دستایلووړدی.   دوړاندیزپه توګه زماغوښتنه داوه که په برېښنایی پاڼه کې یو انځوریزه کړکۍ پرانستل شی ډېره به ښه وی. چه په اوس کې به دا دلیدونکولپاره یو مصوراو� �یدلۍ پیغام ولری اوپه راتلونکې کې کېداۍ شی دهېوادلپاره دیوتاریخی مستند زېرمتون یا آرشیف په توګه پاته او خوندی شی.    په ډېر درنښت   نجیب احمدزۍ  بروسل ـ بلجیم",دبېنوا وېبپاڼې ددوهمې کالیزې له امله د مبارکۍ پیغام 3910,هدايت الله هدايت," دا زما وطن ولي دمرميو په وارو کې لا تر اوسه هم لمبيږي برباديږي وينه يې توئيږي   دازما وطن ولي د بمونو په لمبو کې لا تر اوسه سوځل کيږي، خراپيږي ،  بمباريږي! خړوسکي يې  باديږي! دا زما خپل رګ او� �يښه  ولي په دې يا هغه نامه ځپل کيږي ترټل کيږي وژل کيږي وينه يې دسېل غوندي بهيږي روانيږي! دا زما ولس ولي د پښتون په نامه زوريږ ي برباديږي پر وياړونو يې شرميږي هم خواريږي ځپل کيږي ! دا زما دوطن شمله ور سپين ږيري  زما  پلرونه  زما ميندي  زمن  � �وڼي  خويندي  او وړونهولي په دې يا هغه نام ه  بمباريږي  نابوديږي برباديږي تباه کيږي ، او بيا سوځيږي !  دا زما کلي  کروندې دا زما ښارونه  ناحيې دا زما خ� �ګ شجرې دا زما وينه  او ريښې ولي  په بمونو کې  لمبيږي  بيا ختميږي وژل کيږي، په وينو کې لژنده .  تباه کيږي !  دا زما و� �س په کومه ګناه دغه بيه بايد ورکړي چې هم دلته او هم ه� �ته بمباريږي وژل کيږي نابوديږي په انسانانو کې نه شمېريږي ! ايا زما د سپېڅلي ټبر زما  دافغان  ولس  ګناه بايد همدغه وي چې دنورو روزل سوي ګوډاګيان دلته راته ميشته  دي !  زما استادان  زما د پوهي اديبان  زما م کتبونه،  زما ديني مدرسې  زما مکتبي زامن ،  زما � �و ڼي  زما سپېڅلي زده کوونکې  زما د وطن څراغونه زما دويني شجرې ولي او په کومه ګناه په بمونوکې الوزول کيږي وژل کيږي سرونه يې پرې کيږي په دار باندي ځړيږي په وينو کې  لمبيږي خړوبيږي برباديږي ارهډي بمونه  باندي لويږي ! آيا دهغوی ګناه بايد  القاعده وي  چې نورو دهغوی په مينځ کې  ځای کړي دي! آيا د هغوی ګناه بايددغه وي  چې زما  نه زما دپلرنو زما د نيکونو  زما دتوري د شرنګونو زما داصل د وياړونو بدله دهغوی دتېر تاريخ دهغوی د شرم او ننګ   په خاطر  زما څخه په پوځي اډو او بمباريو کې واخلي !!!   هدايت الله هدايت ۲۰۰۶/۷/۱۴   ",زما د وياړونو بدله! 3911,هارون خپل - انګليستان," داچي ورور و خور مي وژني کم پردی دی؟!دا چي کور وګور مي سوځي کم پېری دی؟! هرکجګر کي يې بلاوي لنګي کړي خدايه دا ښامار د کم چنګيز بچی دی؟! چي هلمند او کندهار يې سره په وينودا خونخور دکم « ګُرجي »،« پرنګ » لمسی دی؟! د « مېوند» او « کوکران »  په کسات راغله؟!که مو خاوري ته نن غلی پنجابی دی؟! چي د سره لښکر له شرمه پانيات نه دیدا خر مغزه کم کاوبای، کم لېونی دی؟! چي وطن يې سور تنور  پر تاج و تخت کړ  دادکم « برېژنيف » ورور، د « بوش » بچی دی؟! چي د پلار توره، شمله پر بازار پلوري افغان  نه دی دا د نوس، شېطان مريی دی که هر څو مي جاهل ورور جونګړه سوځيزما په وير او غم کي لاس ټول بېرونی دی نن دا لاس له بېخه وباسئ يارانو!دا خوني لاس د ښامار، لېوه  موږی دی چي به زموږ جنت، حريم ته په بدګورينوم يې ورک سه پرونی که ننی دی هرچي سر سپاري د ورور او خور له پارهنن  قانون د مېړنو کي دا زمری دی چي پر نام و ننګ ولاړ د لوی افغان ويدا هارون يې د پښو خاوري، سپلنی دی",دا د کم چنګيز بچی دی؟! 3912,"هارون خپل - انګ� �يستان"," دا دکم خونرېز له لاسه بيا قيامت دی؟! بيا د کم جلاد د ظُلم حکايت دی؟!   دا چي مځکه اواسمان له ظُلمه ژاړي بياپرکورد افغان جوړ څه  شرارت دی؟!   دادکم نمرود، فرعون پوځ و لښکر دي؟! چي وحشت يې پرهرکور، پرهرمالت دی   بياموکرږي، غلبلې، سوي  نارې دي بياد وير غمجنه ورځ، دغم ساعت دی   وچ و� �وند مو ټوله سوځي په لمبوکي نه يې زړه  له ظلمه سوړ، نه ندامت دی   د مېړو په دود به کله مخ  ته ورسي دا ترشا له ليري وار کم شجاعت دی؟!   نن د دې خوني صياد چاره په کارده ! چي په ښکارد بې وسانو يې عادت دی   په هيڅ دام د اسارت کي به بند نسي اې شياده دا کشتار کم سياست دی؟!   چي د حق اواز دي نه اوري ها� �ونه! دا غماز، اغيارد چا په اشارت دی؟!   يادونه : ښايسته ډېر وخت کېږي چي ښاغلی  ( هارون خپل ) له انګليستانه خپل ښکلي � �عرونه راته رالېږي ، زه يې په ډېره مينه لولم او بيا يې د بېنوا ويبپاڼي لوستونکو ته ډالۍ کوم . که څه هم د ګوتو په شمېر څو شعرونه زماتر نوم لاندي په يو شمېر خپرونو کي يو وخت خپاره سوي دي خو داسي وبوله چي له هغووختونو س� �ه زما شعر ويل هم نور پای ته ورسېده . اوس مي ښه شعر خوښيږي ، خو هر شعر مي نه خوښيږي . کېدای سي دهغو شاعرانو شم ېر تر شلو ورسيږي چي زما يې تر نورو ټولو شعرونه ډېر زيات خوښيږي او د شعر په اورېدلو يا لوستلو يې  ماته هغه څه رايادوي  چي زما د وطن په کوڅو کي يې اوس هم نښانې پاته دي اوخونړۍ جګړې ، يتيمان ، کونډياني ، بې وزله واړه او زاړه ، غريبي ، بې وسي ، همدا ډول د خدای ناترسو وحشت ، بربريت ، او داسي ډېر نور هغه څه چي افغانان يې ما غوندي يا مخامخ شاهدان وه او يا يې اوس هره ورځ اوري او ويني . خبره د ښاغلي هارون خپل د شعر په اړه ده ، کله په شعر کي داسي کلمات هم کاروي چي په ورځنۍ پښتو ژبه کي نه کاريږي . ددې له پاره چي دښاغلي خپل صاحب له شعر سره خاصه مينه لرم نو کله چي يې په کوم بيت پوه نه سم او يا يې کوم توری باندي نه پوهېږم ، بيا ورته برېښناليک وليکم او ترې وپوښتم . دا ځل په لاندني شعر کي د ( شياد) په مانا نه پوهېدم ، او ما فکر کاوه چي دا به ( صياد ) وي يا کېدای سي سياد ؟ له ښه مرغه چي ښاغلي خپل صاحب دغه پوښتنه هم بې ځوابه پرې نه ښوول ، او په اړه يې لاندنۍ ليک ولو� �ی .   ګران احسان صاحب! زه پوهېږم، چي زموږ او ستاسي احساس په بشپړه توګه مشترک دی؛ ځکه د هيواد او هيوادوالو درد، د هر حساس او دراک انسان په وينو او اروا کي څپې وهي .په برېښناليک کي مو د « شياد » په اړه پوښتنه کړې ده؛ او ګومان مو کړی دی، چي دا ټکی خو به د « صياد » يا « سياد » ټکی  نه وي، چي زما د تېروتني له امله د « شياد » په بڼه کښل سوی دی؟ستاسي ګومان ليري نه دی؛ خو په دې بېت کي دا ټکی « شياد » دی،  نه« صيا » او « سياد » .لکه څنګه چي پوهېږئ د « شياد » کليمه په لغت کي، فرېبګر، مُزور، تزويرګر، نېرنګ باز، خطا ايستونکي، تېرايستونکي، چل باز، چمباز، ټګ، غولونکي، رياکار، مَکار، مُحيل، حيله ګر، دغل ګر، دغل باز، دغاباز او داسي نورو ته وايي .  په دې ډول، شياد هغه څوک دی، چي خپل شوم او کرغېړن مقصد ته د رسېدو له پاره، هري تېرايستني، چمبازۍ او غولوني ته لاس اچوي . دلته هم دا مفهوم ته اشاره سوې ده . ياني په سپينو جامو کي غولونکي دښمن ته خبرداری ورکول سوی دی، چي خپ� �واک افغان نه يوازي په وژلو؛ بلکي په هيڅ چل او فرېب د اسارت په تور کي نسي نغښتلای .  تاسي ته څرګنده ده، چي  ورانکارۍ، ظُلمونه او وحشيانه وژني هيڅکله مېړني ولسونه د خپلواکۍ له مبارزو او سرښندونو څخه نسي ګرځو� �ای . يوازي هغه څه چي کله کله د داسي اتلوالو پاڅونونو د موقتي ځنډ او خنډ سَوَب ( سبب ) ګرزي، د شيادو سياستوا� �و فتنې او دسيسي دي . د شعر په دغه بېت کي، همدا مسألې ته پاملرنه سوې ده . په ( ص ) سره د« صياد » عربي ټکی، لکه څ نګه چي تاسي هم يادونه کړې ده د ښکاري، ښکارګر، نخجيرګر، داميار په ماناوو راغلی دی .په ( س ) سره د « سياد » عربي ټکی، د « سيادة » يا « سيادت » له مصدر څخه اخيستل سوی دی، چي د مشرتوب، لوېوالي، عظمت، واکمنۍ ، سرورۍ، تسلُط ، حاکميت، پت او وياړ موندني په ماناوو کاريږي . عربان دغه کليمه، په خپلو ورځنېيو خبرو کي د درناوي او احترام په مفهوم هم خورا ډېر استعمالوي . د « سيد » ټکی هم د « سيادة » يا « سيادت » له ريښې څخه دی . د مثال په توګه عربان د د� �ناوي او احترام په خاطر هر مشر ته « سيد » وايي، لکه السيد عبدالله احسان .    ستاسي د پلټني او ګروېږني حس د ډېري ستايني وړ دی .  انسان هغه مهال حقي� �تونه ته رسيږي، چي هيڅ خبره په پټو سترګو و نه مني . د هري خبري په اړه څېړنه او ګروېږنه وکړي؛ يا د عارفانو په اصطلاح له تقليد څخه د تحقيق پر لور ګام واخلي .  خدای تعالی دي زموږ سره په خپل امان کي لره! هارون خپل  ",( قيامت ) . . . او څو خبري 3913, رحمت آریا,"  ګرانو هیوادوالو ! په ډیرې خوښۍ غواړم چې تاسو ټولو ته یو ښه زیری درکړم.. دلومړی ځل لپاره په پښتو بڼه لیکل شوی پښتو – فارسي قاموس ټولوښاغلو او آغلو هیوادوالو ته ډالۍ کووم  . پښتو-فارسي قاموس د یوې ستري اړتیا په توګه ګڼل کېده او له همدې امله دغې اړتیا ته دیوه ګړندي ځواب په ویلوما مټي راونغاړلې ترڅو یوه داسي ټولګه جوړه کړم چې په هغې کې په ګوډې ماتې توګه یو څه جوړ کړم . خو دغه کار هم دوخت او هم زما د نیمګړي پوهي له امله شونی نه ښکارېده . يوځل می پام شو چې زه د پښتو ټولنې پښتو –فارسي دوه ټوکیز قاموس له ځانه سره لرم چې د زمانو او وختونو دوړي ورباندي پرتې وې . دغه قا موس په ۱۳۳۰ هجری کا ل دلړم په میاشت کی یواځي په ۲۰۰۰ ټوکو کې هر یو خپور شوی وو. له نېکه مرغه دغه قاموس مي � �اواخیست او دبینوا په وېب پاڼي کې مې شپږ میاشتي دمخه یوه خبرتیا خپره کړه او له هغې لارې مي له ټولو هیوادوالو څخه وغوښتل چې ما په خپلو پېرزویونو وپنځوي خو له بده مرغه هیڅ چا پرته له دوه تنو هیوادوالو ښاغلي احمدولي اڅ کزي صاحب او ښاغلي سیدمصطفی سادات صاحب ځواب رانه کړ. که ګورم چې ددغو دوه تنو ځوانانو په ککرو کې هغه لیونۍ پښتني مینه په خوټېدو ده چي زما غوږونه لا نور هم بوڅ شول او ددوی میني زه لا نور هم وهڅولم چې دغه کار په ګړندۍ توګي پای ته وروسم . ددغو دوه تنو ځوانانو کومې هغه هیلې چي دپښتو د ژبي د رغېدلو په اړه شته زما په زړه کې یې لا د هیلو غوټۍ و غوړولې او ددوی بریا زما هیله ده .  نوموړی قاموس تاسو د قاموسونه ټکی کام پر پاڼه موند� �ای شئ. دغه قاموس د پرليکه يا آن لاين کاروني لپاره چمتو دی. ډېر ژر به دغه قاموس د وړيا سافټ وېر په بڼه هم آن � �این شي.  په دغه قاموس کې ما هڅه کړېده تر څو دقاموس ټول لیکل شوي اړخونه او بڼه چې پښتو ټولني خپور کړی وو بیرته ولیکم او امانت به هم په هماغه ډول چې وو وساتم . خویو شمېر نور نوي لغاتونه هم پکې ورزیات شوي چې نن ورځ یې مونږ ټول په خپلو لیکنو کی کارو . دنویو لغاتو ورګډول په هم هاغه پښتوپښویه (پښتو ګرامري بڼي ) لیکل � �ویدي خو د هر نوي لغت تر څنگ د (نوي ) ویی ورزیات شویدی . دقاموس د هر ټوک په پای کې د ځینو چاپي تېروتنو یوه څ نګیزه هم وه . هغه مي هم وروسته له کمپیوتري کولو له سره داصلاح یا سمولو لپاره له هر ویی یا لغات سره پرتله کړېدي او بیا مي قاموس له سره ولوست چې که ځینی ټایپي تېروتني شوي وي هغه له سره بېرته سمي کړم . ما تر خپل وسه اړیني سم سمکی بېرته راوړي خو ښایي ځیني یې پاته وي ، زما موخه دا وه چي دتېروتنو کچه تر صفر پوري راټیټه کړم . ځینو لغاتونوکی دې ته اړ شوم چي هم هاغه لغت په یوې جملې کې په کار یو سم چې هغه مي په [ ] کی لیکلي دي ، معنی دا چې دا یو نویز دی او د قاموس په اصلي بڼي کی نه وو . همدارنگه دپټي خزانې ځینی لغات مي ور زیات کړل او د هر لغت تر څ نګه مي د پټي خزانې دپاڼې شمېر لیکلی دی .هر هغه لغت چې نوي ورزیات شویدي ما د لغت تر څنګ خپل نوم لیکلی دی تر څو لوستونکو ته جوته شي دغه ځانګړی لغت د قاموس په اصلي بڼه کی نه وو. د (ی) ګانو په اړه اړین توضیحات ورکړ شویدي. زه پوهیږم چې دغه قاموس به یو کوچنی قاموس وي خو ښایي د لوستونکو اړتیاوو ته په ځانګړې توګي دڅېړونکو اړتیاوو ته په ځغلنده توګه ځواب ووایی . همدارنګه فارسي –پښتو قاموس چې ښاغلی عبدالله افغان نویس دپښتو ټولنې له � �یاري په هماغه کال کې خپور کړی وو او په درې ټوکو کې ده ښایي چي په راتلونکو مياشتو کې کمپیوټري کړم .   پښتو خورا زیات کار ته اړتیا لری . زه له خپلو هیوادوالو څخه دا هیله کوم چې د پښتو د پیاوړي کولو � �پاره مټې راونغاړي او خپلي لیکني په پښتو وکړي،. ژباړي وکړي او په ځانګړې توګه علمي آثار وژباړي. .تاریخی آثار ، فلسفی آثار او ادبی آثار ، که له هری ژبی وی ویی ژباړی خو په پښتو او هغه هم په ځیږه پښتو . ځینی دوستان تل دغه سر ټکونه لری چی ځیږه پښتو ښایی د ټولو لپاره د پوهیدلو نه وی . زه دا خبره منم خو که دغه نازولی دوستان یو ځل � �اموسونو ته مخه کړی او معنی یی په قاموس کی وموندی نو ښه به وی . مونږ په پښتو کی ډیر لغات لرو او ځینی یی د مرګ په حال کی دی او نه ښایی چی دغه لغات مړه شی .  هیله مندیم چی دوستان خپلی پیرزوینی او اندونه زما س� �ه ګډ کړي . مننه   رحمت آریا جولای ۲۰۰۶ کابل  کاناډا—آټاوا د ب� �ېښناليک پته :  qamosona@rediffmail.com دقاموسونو ویب پاني ته د ور تلو لپاره دلته کلیک وکړی  ",پښتو – دري قاموس پر ليکه شو((قاموسونه ټکی کام) 3914,," ماښام ٦ نيمې بجې د تيلو يو ټانکرد ننګ� �هار ولايت د امنيه قوماندانۍ مخې ته جلال اباد ښار کې وچاوديد، چې له امله يې د پوليسو د مشر سالنګې په وينا مرګ او ژوبله نه لري . نوموړى ويلى د ټانکر چلوونکى او کلينر يې نيولى دى . د چارواکو په وينا ټانکر له پاکستان څخه بګرام کې ائيتلافى ځواکونو ته تيل ليږدول . ",د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مخې ته چاودنه شوې 3915,," بغلان کې دجهاديوپخوانۍ قوماندان امي� �ګل ائيتلافى ځواکونو له خپل کور څخه د مرکزى بغلان له سيمې نه له ځان سره وړي دى . دولتى چارواکو په بغلان کې م نلې ،چې نوموړى پرته له دې چې چارواکى پرې خبر شي ، نيول شوي دي. د بغلان والى وايى د نوموړى قوماندان ګڼ شمير پ� �ويان ده ته د نوموړى د خلاصيدو په موخه ورغلي دي . ويل کيږي نوموړى قوماندان په پخوا کې هم له طالبانو او هم له شمالى ټلوالې سره تړاو درلود اود( ډى ډى ار )په پروسه کې بې وسلې شوي وو.له اميرګل سره د ده دوه ز امن او دوه نور کسان هم نيول شوي دي . ",ائيتلاف ،بغلان کې يوپخوانۍ قوماندان نيولۍ دى 3916,," د غزنى د اوبند ولسوالۍ په امنيه قوم اندان طالب جنګياليو وسله وال بريد کړى دى ، چې د چارواکو په وينا٤ تنه پوليس ټپان شوي دي . د غزنى د پوليسو م� �ر تفسير خان وايى په بريد کې ٢ تنه طالب جنګياليى هم ټپيان شوي دي. ",داوبند امنيه قوماندان له بريدڅخه ژوندى پاتې دي 3917,," د کابل په هوايى ډګر کې سرحدي پوليسو ٢ تاي� �ندي ميرمنې د هيروئينو د پودر د ليږداو قاچاق په تور نيولى دى . پوليسو له نوموړو ميرمنو څخه يو کيلو ګرام د هيروئينو پودر ترلاسه کړي دي. ",له ٢ تايلندى ميرمنو څخه پوډر ترلاسه شوي 3918,," د پاکستان دبلوجستان ايالت د کوټې ښار کې پوليسونن ١٠٠ تنه افغان کډوال له مختلفو سيمو څخه نيولى دي . کوټه کې د پوليسو يو چارواکى ويلى نوموړو کسانو دلته د اوسيدو قانونى اسناد نه درلودل . ",پاکستانى پوليسو ١٠٠ تنه افغانان کوټه کې نيولي 3919,," د خوست د باک ولسوالۍ د ماڼه کلى د جامع جومات خطيب مولوى زين العابدين او ٣ تنه نور وګړى تيره شپه په دغه ولسوالۍ کې د ناپيژاندو کسانو له خوا وژل شوي دي. مولى زين العابدين په خپل کور او ٣ تنه نور د باک ولسوالۍ په اړوند سيمو کې وژل شوي دي.د وژنى لاملونه تر دم ګړۍ نه دي څرګند .په سيمه کې يو امنيتى چارواکى له بينوا سره د پېښې پخلۍ کړى دى او وايى په دې اړوند پلټنې پيل � �وي دي. ",خوست کې يودينى عالم او٣ وګړى وژل شوي 3920,," چنګاښ 25: ملي پيوستون ولايتي چارواكو ديوې غونډې په ترڅ كښې چې دميدان وردګوولايت دښاروالۍ په غونډيځ كښې جوړه شوې وه، دنوموړي ولايت ولسي استازيو:دولسي جرګې، ولايتي شورا، قومي مشرانواودولتي ادارو مسوولينو په مخكې خپلې لاسته راوړنې او پرم ختيايي پلانونه څرګند كړل. دغونډې پيل كښې دميدان وردګوولايت مرستيال والي  سيدحسېن بصيردملي پيوستون دپروګرام پرارزښت رڼا واچوله. او نوموړى پروګرام يې دملي يووالي او ملي پرمختيا لپاره مهم  وبال� �. دغونډې په اوږدوكښې وويل شول چې دملي پيوستون لومړۍ  موخه د ټولنې دناچارۍ  لږول او له دې ليارې د ا� �تصادي،  ټولنيز، بشري مركزيت ملاتړل دي. همدغسې دغونډې په اوږدو كښې،ميدان وردګوكښې دملي پيوستون ترپوښښ لاندې سيمه، موخې،لومړني او ستر پروګرا مو نه، لاسته راوړنې، مرستندويانو سره اړيكې، دملي پيوستون جوړښت او خنډونه  وڅېړل شول.   ",وردګو کي دملي پیوستون په اړه غونډه جوړه شوه 3921,," هغه زوره وره چاودنه چې نن له غرمې مخکې ١١ بجې شاو خوا د هلمند ولايت د لشکرګا ه ښار د حقوقو د څانګې په ودانۍ کې وشوه له امله يې تر دم ګړۍ د عينىشاهدانو په وينا ١٠ تنه مړه اويو شمير نور ټپيان شوي دي . د هلمند د پوليسو مشر نبى ملاخيل دا يو ځانمرګۍ بريد بولى او وايى له امله يې ٣ تنه مړه او ٨ تنه ټپيان شوي دي . په وژل شوو کسانوکې د ولايت د حقوقو د څانګې مشر عبدالصمد بارکزى ، مرستيال او د املاکو د څانګې يو شمير دولتىمامورين شامل دي او ودانۍ په بشپړه توګه ويجاړه او له م ينځه تللې ده .د شاو خوا ودانيو هيندارې هم ماتې شوي دي . د چاودنې پړه تراوسه چا نه ده منلې او چارواکى لګيا دى چې قربانيان د خاورو څخه را وباسى .د هلمند ولايت ادارى رئيس او وياند محى الدين بيا د ٢ تنو دوژل کيدو او ٦ تنو د ټپى کيدو خبره کوي .ددغه بريد پړه طالبانو منلې او يو طالب وياند قارى يوسف ادعا کړې چې ٣٠ تنه کسان يې مړه او ټپيان کړي دي . ",لشکرګاه کې چاودنې درنه مرګ او ژوبله رسولې 3922,," د ائيتلافى ځواکونو يوې خپرې شوې پاڼې ويلى چې ځواکونو يې نن سهارد يويرغل په نتيجه کې د القاعده ترهګرې ډلې ٤ تنه شکمن کسان د خوست د يقوبيو په ولسوالۍد پلا خيلو په کلى کې وژلى او ٣ تنه نور يې ژوندى نيولى دى .د پاڼې له مخې نوموړى کسان په سيمه کې د سولې او دولت له پاره خطرناک بلل شوي دي. په پاڼه کې د سپکو او درندو وسلو د يوې زيرمې د موندلو او ترلاسه کولو رپوټ هم ورکړل � �وي دي. ",خوست کې ٤ تنه شکمن ترهګرمړه او٣ تنه نيول شوي 3923,," د هغه وسله والې نښتې په ترځ کې چې تيره شپه د خوست ولايت د سپيرې ولسوالۍ د سرې ګنډې کلى کې د ناپيژاندو سله والو کسانو اوکليوالو ترمينځ شوې ، ٤٠ تنه کليوال لاد� �که شوي دي . په وسله وال بريد کې د کلىد ٢ ميرمنو په ګډون ٧ تنه ټپيان شوي دي .خوست کې امنيتى چارواکو دپېښې پخ� �ى کوى او وايى نه پوهيږي بريد کوونکى څوک اوکليوال يې په کوم لورى وړي دي .د خوست والى معراج الدين پټان وايى د پېښې په تړاو يې پلټنې پيل کړي دي .سپيره ولسوالۍ له پاکستان سره نږدې پولې ته پرته ده .د خوست والى پټان ويلى چې د ٤ سوو څخه تر ٥٠٠ تنو چې طالبان هم روسره ملګرى ووپه کلى بريدکړى دى . په بريد کې د ده په وينا يو کور ويجاړ � �وي دي . ",خوست کې گڼ شمير ولسى وګړى لادرکه شوي 3924,," د هغه بمي چاودنې له امله چې نن د هلمند ولايت د ګرشک د يخچال په سيمه کې شوې له امله يې د ملى اردو ٣ تنه عسکرمړه او ٣ تنه نور ټپيان شوي دي. کندهار کې د اتل قول اردو مشر جنرال روفى پېښه منلې او وايى عسکر د کندهار د ميوند په لور روان وو، چې تر بمى بريد لاندې راغلي دي. ",بمى چاودنې ګرشک ٣ تنه دولتى عسکر وواژل 3925,," د عراق د پلازمينې بغداد په جنوب ٣٠ کيلومترۍ د مح موديه ښار کې نن د يو موټر بم درندې چاودنې له امله لږ ترلږ ٥٥ تنه عراقيان مړه او يو شمير نور ټپيان شوي دي . په تيرو ٢٤ ساعتو کې تر ١٠٠ ډيرو عراقيانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى .د يکشنبې په ورځ د طورخورمانو په ښار کې په يوه قهوه خانه کې چاودنه وشوه ،چې له امله ٢٣ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى دي . ",موټر بم چاودنې عراق کې ٥٥ تنه وواژل 3926,," د کورنيو چاروو زارت چارواکو نن د کابل ښار د درالامان سيمه کې ٣٥٠٠ ډول -ډول بوتل شراب له مينځه يوړل . د وزارت سلاکار ثابت وويل چې دغه شراب کابل کې د به� �نيو ميلمستونو څخه ترلاسه او راټول شوي دي. ",کابل کې ٣٥٠٠ بوتل شراب له مينځ يوړل شول 3927,," تيره شپه دهغه چاودنې له امله چې د پکتيکا د وازه خوا د مرجان په ليسه کې رامينځ ته شوې ده ، د ليسې ودانۍ سوې او زيات زيان ورته رسيدلۍ دى .د پکتيکا والى خپلواک ويلى د پېښې په هکله يې پلټنې پيل کړي دي . ",پکتيکادمرجان ليسې ودانۍ دچاودنې له امله سوې 3928,"عمر واحديا� �"," تېره چهارشنبه بيا هم د هلمند ولايت پر ځينو سيمو باندي د ائتلافي ځواكونو د جنګي الوتكو له خوا بمباري وشوه، چي دغه بمباري د ه� �مند په نوزاد ولسوالۍ كي څو- څو ځلي ترسره شوه.  تېره چهارشنبه بيا هم د هلمند ولايت پر ځينو سيمو باندي د ائتلافي ځواكونو د جنګي الوتكو له خوا بمباري وشوه، چي دغه بمباري د هلمند په نوزاد ولسوالۍ كي څو- څو ځلي ترسره شوه. د هلمند په بېلا بېلو ولسواليو كي د ايتلافي او افغان ځواكونو له خوا د مخالفينو په وړاندي د غرني فشار په نامه تصفيوي عمليات پيل شوي، چي تر يوې نيمي مياشتي راهيسي تقريباً لس زره كورني او بهرني سرتيري ونډه پكښي لري. د هلمند د سنګين او نوزاد ولسوالۍ جګړې د ايتلافي ځواكونو په وينا په تېرو څلورو كلونو كي تر ټولو سختي او بې ساري وې. دوى وايي چي د القاعده او طالبانو په لسګونو جنګيالي يې له منځه يوړل. د هلمند ولايت د نوزاد ولسوالۍ بمباري ډېره درنه ښوول شوې ده، چي په هلمند ولايت كي دو� �تي چارواكي وايي عامو وګړو ته نه يوازي زيان نه دى رسېدلي، بلكي د هلمند د والي انجنير محمد داود په وينا يو ملكي وګړى پكښي ټپي شوى هم نه دى. تېره چهارشنبه بي بي سي او ازادۍ راډيوګانو په هلمند كي د ايتلافي ځواكونو د يوه وياند تورن ډرېو په حواله يو ريپوټ خپور كړ، چي ګواكي د نوزاد ولسوالۍ په بمبارۍ كي نژدې سل كسان وژل شوي دي، چي ۳۵تنه يې وسلوال طالبان دي، خو وروسته چارواكو توند غبرګون وښود او ويې ويل په دې شمېر خلك نه دي وژل شوي، دوى دا هم وايي ټول زيانمن شوي كسان طالبان دي. د بي بي سي د ټلوېزوني خپرونو له لاري هم د نوزاد ولسوالۍ وروستي انځورونه خپاره شول او په راډيوګانو كي هم د ځايي خلكو ږغونه نشر سول، چي د جګړو او بمباريو په ترڅ كي يې د لسګونو ملكي كسان د وژل كېدو او ټپي كېدو په باب يې څرګندوني كولې. كه څه هم په هلمند ولايت كي دولتي چارواكي د تل په شان په ټينګه د ملكي كسانو وژل كېدل ردوي او وايي زيانمن شوي كسان وسلوال طالبان دي، خو ولسمشر كرزي په دې موخه يو پلاوى ټاكلى، چي د نوزاد ولسوالۍ د سر او مال د اړول شويو زيانونو ارزونه او پلټنه وكړي. د نوزاد ولسوالۍ بازار په بشپړه توګه ويجاړ سوى دى، چي د جمعې د ورځي ځيني انځورونه يې د دې پېښې پخلى كوي: ",چارواكي وايي په نوزاد كي ملكي كسان نه دي وژل شوي 3929,," افغانستان کې د ائيتلافى ځواکونوچارواکو منلې چې د ارزګان ولايت په ترينګوټ کې يې د طالب جنګياليو سره پرون په سخته او درنده نښته کې يو سرتيرى مړ او ١١ تنه نور ټپيان شوي دي . نښته هغه مهال سخته شوې چې ائيتلافى ځواکونود طالب جنګياليو په يوه لارۍ يې ،چې د هاوان مرمى په کې بار او ليږدل کېدې ،تر بريد لاندې راوستۍاو نه پوهيږى چې څومره مخالف جنګيالى په کې وژل شوي دي.د طالب جنګياليو يو وياند قارى يوسف پرون خبرى رسنيو ته وويل چې د ترينګوټ د سجاوې په سيمه کې يې د جګړې په مهال ٢٥ تنه افغان او ائيتلافى عسکر وژلى او ٤ موټر يې له مينځه وړي دي . نوموړې منلې چې ٣ طالبان مړه او ٥ تنه نور ټپيان شوي دي . ",د ائيتلاف يو سرتيرى مړ او ١١ تنه نور ټپيان شوي دي 3930,," افغان پوليسو کابل کې د ائيتلاف اړوند ٢ کانتينره وسلې ، فوځى تجهيزات ،کمپيوتر او پرزې ددوشنبې په ورځ نيولى او ضبط کړي دي . د کابل قوماندانۍ د جنايى جرمونو د څانګې مشر على شاه پکتياوال خبريالانو ته وويل : ددغو وسلو د غيرقانوني د خرڅلاو او ليږد په تور يې ٣ تنه تورن کسان هم نيولى دي .ده وويل د پېښې په اړوند پلټنې پيل شوي او اټکل کيږي چې نوموړى کسان د نيشه يى توکو او وسلو د قاچاقچيانو سره تړاو لري .نيو ل شو ي کانتينر په بګرام کې د ائيتلافى ځواکونو له مرکز څخه ننګرها او کندهارکې ائيتلاف ځواکونو ته د ليږد په موخه ايستل شوي وو. ",دائيتلاف٢ کانتينره وسلې کابل کې ضبط شوي 3931,," په داسې حال کې چې هلمند کې سختې جګړې روانې دي ،طالب جنګياليو په دغه ولايت کې د ګرم سير او ناوې ولسواليو د نيولو ادعا کړې ده .طالب وياند قارى يوسف وويل د ناوې ولسوالۍ يې له يوې لنډې جګړى وروسته له دولتى ځواکونو څخه نيولى او تر خپل واک لاندې يې راوستې .هلمند کې دو� �تى چارواکو ويلى چې د ګرم سير ولسوالۍ يې د يو لړ مصلحتو نو له مخې اوس مهال پريښې ده او تغير يې ورکړى د� �. ",طالبان وايى هلمند کې يې ٢ ولسوالۍ نيولي دي 3932,," خوست کې هغه مهال دواده د خوشاليو ناسته او ميله په غم ناسته واوښته ، چې په راټول شوو ميلمنو او کوربه والود لاسى بم بريد ترسره شو ، چې له امله يې يو تن مړ او ١٦ نور ټپيان شول .بريد کونکۍ د خوست د امنيتى چارواکو په وينا نه دى پيږندل شوي .ټپيان روغتون ته ليږ دول شوي دي.دغه ناوړه پېښه تيره شپه د خوست د يعقوبيو په ولسوالۍ کې رامينځ ته شوې ده . ", خوست کې دواده ناسته په غم ناسته بدله شوه 3933,," افغان ولسمشر کرزي به د روانې زيږديزې مياشتې ترپايه پورې د يو دوه ورځنى سفر په موخه تاجکستان ته سفر وکړي . د يو دولتىچارواکى په وينا اټکل کيږي چې دغه سفر به د جو� �اىپه ٢٦ يا ٢٧ نيټه تر سره شي .کرزي به په هغه کنفرانس کې گډون وکړى چې د چاپيريال په اړوند په تاجکستان کې جوړيدونکۍ دى .ويل شوى کرزي به د ايران او چين له ولسمشرانو سره، چې دغه ناستې ته رابلل شوي ، هم وګورى . ",ولسمشر کرزي تاجکستان ته سفر کوي 3934,," په چين کې سمندرى طوفان د ١٩٠ تنو ژوند اخيستى اوله امله يې ١٢٠ تنه لادرکه دي . دولتى چارواکو ويلى سمندرى طوفان ددغه هېواد ٦ ولايتونه سخت ځپلى دي . سمندرى طوفان په لومړيو کې د فلپين او تايوان او وروسته د چين يو شمسير سيمې سختې ځپلې دي . ",چين کې سمندرى طوفان ١٩٠ تنه وژلى 3935,," د اندونيزيا د جاوا په ټاپو کې د سونامى د زوره ورو څ پو له امله تر اوسه پورې د چارواکو په وينا تر ٣٠٠ ډيروکسانو خپل ژوندله لاسه ورکړى ، ١٤٠ نور لادرکه او ٤٥٠ تنه ټپيان شوي دي . په زرګونو کسان له خپلو هستوګنو کورونو او ځايونو څخه کډه او په سلګونه کورونه وران او زيانمن شوي دي .د پانګدنداران ښار کې دير شمير هوټلونه وران او ويجاړ شوي او د څپو جګوالۍ تر ٢ متروپورې رسيد� �ۍ دى . د جاوا په سواحلو کې هغه مهال د سونامى څپې پيل شوې چې د ريختر په کچه ٧ اعشاريه ٧ درجې زلزلې نن سهار وحتى جاوا ته نږدې سيمې ولړزولې . د کال ٢٠٠٤ د دسمبر په مياشت کې سوناما د ١٣٠ زرو تنو ژوند واخيست . ",اندونيزيايو ځل بيا سو نامى وځپله 3936,," په افغانستان ې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې يو چارواکى ( سرج ورنيو)نن کابل کې خبري ناستې ته وويل ، چې د باران د نه اورښت اووچکالى له امله ٢ نيم مي� �يون افغانان په روان کال کې د خوړو کمښت ګواښوي .چارواکى ياده کړه اټکل کيده چې روان کال کې د غنمو توليد ٤ مي� �يون او ٤ سوه زره ټنو ته ورسيږي ، مګر د باران د نه اورښت له امله دغه کچه ٣ ميليون او ٧٠٠ زرو ټنو ته را ټيټه � �وه . د چارواکى په وينا د کال تر پايه له ٣٠ زرو څخه تر ٤٠ زرو ټنو غنمو ته ضرورت شته .چارواکى وايى که څه هم په راتلونکو ٢ مياشتو کې افغان ولس له دغه ستونزې سره مخامخ نه دى ،مګر راتلونکى ژمۍ به له دې پلوه ډير ستونزمن وي .له دې وړاند افغان چاراکو يلى وو ، چې دافغانستان ١١ ولايتونه وچکالى سخت ځپلى دى . ",٢ نيم ميليون افغانان د خوړوکمښت ګواښوي 3937,," د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ادارى م رستيال عبد المالک صديقى نن غرمه وويل چې د پاکستان د لشکر طيبه او علماى جميعت مليشې د هلمندګرم سير ولسوا� �ۍ ته ننوتى او دغه ولسوالۍ يې نيولې ده. نوموړى وويل دلشکر طيبه مذهبى مليشې نيغ په نيغه له پولې اوښتې اوپه دغه ولسوالۍ کې يې د افغانستان بيرق سوى او خپل بيرق يې په دغه ولسوالۍ کې پورته کړى دى . ده وويل هلته هيڅ طالب نشته . له دې وړاندې طالبانو ويلى وو ، چې ولسوالۍ يې له دولت څخه نيولى ده . د دولت وياند رحيمى هم نن ويل چې ١٦ ورځې يوازې ٤٦ دولتى پوليس د دولت د مخالفينو په وړاندې دريدلى وو. ده وويل چې ٨ موټر وسله وال کسان له بهره څخه هلته داخل شوي دي . مګر صديقى په پاکستانى مليشو تور ولګوو چې ولسوالۍ ته ننوتى دي . ده وويل افغان ځواکونه له و� �سوالۍڅخه د يو لړ تکتيکى لاملونواو د ملکى وګړود مرګ او ژوبلې د مخنيوى له مخې وتلى دي .صديقى زياته کړه دولت تيارى نيسى چې بهرنۍ يرغلګر په سزا ورسوي او ولسوالى بيرته تر خپل واک لاندې راولى . ",صديقى : لشکرطيبه مليشوګرم سير ولسوالۍنيولې 3938,," غزې کې چارواکو منلې ،د هغه جګړې په مهال چې تيره شپه د غزنى ولايت د ګيلان -مقر ترمينځ د کابل - کندهار د لويې لار په اوږدو کې د پوليسو او طالب جنګياليو په مينځ کې پېښه شوې ٢ تنه دولتى پوليس او ٤ تنه طالب جنګيالى وژل شوي دي .يو طالب وياند ويلى چې ٦ تنه دولتى پو� �يس يې وژلى دي . دغزنى يو امنيتى چارواکى د طالبانو ادعا ناسمه وبلله . همداشان د غزنى د ده يک ولسوالۍ هم په ٥ توغنديو وشتل شوې ده . چارواکو ويلى ٤ توغندى په شاړه ځمکه او يو د هستوګنې په يوکور،لګيدلۍ دى ، چې له امله يې ٢ ميرمنې او يوه نجلۍ ټپيان شوي دي. ",غزنى کې ٦ تنه دولتى پوليس او طالبان وژل شوي 3939,," د جرمنى دفاع وزير فرانس جوزف يونګ نن افغانستان ته رارسيدلى دى، او ټاکل شوې ده ،دوه ورځې په دغه هېواد کې تم شي . اوس مهال د جرمنى هېواد ٢٢٠٠ سرتيرى افغانستان کې لرى ،چې په شمالى ولايتونو کې ميشت او دايساف او دولايتى بيارغاونې د ډلو مشرى کوي . جوزف به د خپل سفر په ترځ کې له افغان چارواکو او د خپل هېواد له ځواکونو سره وګوري . ",دجرمنى دفاع وزير افغانستان ته رارسيدلى دى 3940,," د طالب جنګياليو يو وياند ادعا کړې چې پرون يې د کنړ ولايت د ماڼوګى ولسوالۍ د کوړنګل په سيمه کې د يو وسله وال بريد اوجګړې په مهال د ائيتلاف ٨ تنه س� �تيري وژلى دي . طالب وياند ډاکتر حنيف له خبرى رسنيو سره منلې چې د جګړې په مهال ددغه ډلې ٢ تنه طالبان وژل شوي دي . په افغانستان کې ائيتلاف او افغان ځواکونوپه دې اړوند تر اوسه رسمى وينا نه لري . ",طالبان کنړکې د ٨ ائيتلافى سرتيرودوژلو ادعاکوي 3941,," د اسرائيلو هوايى ، سمندرى او ځمکنى بريدونه په لبنان دوام لري اودلبنان لومړى وزير ويلى چې له امله يې په ميلياردو ډالرو زيان دغه هېواد ته اوښتۍ دى .نن هم دلبنان جنوبى سيمې تر بريد ونو لاندې راغلې چې له امله يې ٩ تنه لبنانى عسکر مړه او ٣٠ تنه نور تپيان شوي دي . � �بنانى چارواکو ويلى يوازې په تيرو څلورويشتو ساعتو کې ٤٠ تنه لبنانيان چې اکثريت يې ولسى وګړي دي د اسرائيلو په بريدونو کې وژل شوي دي.تر اوسه پورې تر ٢٠٠ ډيرو لبنانيانو د اسرائيلو د بريدونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى .د اسرائيلو لومړى وزير اهود اولمرت وايى تر هغه به بريدونه دوام ولرى تر څود لبنان حزب الله دوه تنه اسرائيلى يرغمل شوى عسکر نه وى خوشي کړي . نوموړۍ د حزب الله د بې وسلې کولو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې د لبنان په جنوب کې دې د د غه هېواد فوځ ځاى پر ځاى شي . ",په لبنان د اسرائيلو بريدونه دوام لري 3942,سهارګل," د متحدو ايالتونو وتلی او نوميالی ناول ليکوال، موريسن سپلين د اته اتيا کلونو په عمر ومړ. سپلين چې د جنايي او پوليسي ناولونو په ليکلو کې يې نړېوال شهرت خپل کړی وو، د دوولسو پېيلو ناولونو له ليکلو سربيره يې، لسګونه نور په زړه پوري کتابونه خپلو م ينه والو ته وړاندې کړل. ددې خبر په اړه نور تفصيلات، د بينوا پاڼې د هنري مالوماتو په برخه کې لوستلای � �ئ. ",د امريکا وتلی ناول ليکونکی، سپلين له نړۍ وکوچېد. 3943,سهار ګل,"                                 ;      مجرمانه پېښو ته انعکاس و� �کوونکی امريکايي ناول ليکوال، موريسن سپيلن له نړۍ څخه سترګې پټې کړې. اته اتيا کلن سپيلن خپل لومړی ناول، I The Jury  (زه، قاضي)  پر 1946 زېږديز کال وليکی. نوموړي ددې ترڅنګ دمايک هامر د لړۍ د دوولسو وړو ناولونو په شمول څلرويشت نور اثار خپلې ټولنې او مينه والو ته وړاندي کړل. د نوموړي وتلي ناولونه، The Killing Man( وژونکی سړی)، Vengeance is Mine (غچ زما دی) او My Gun is Quick ( زما ټوپک تېز دی) دي. د هغه يو بل اثر  Kiss Me Deadly ( په مرګونې توګه مې ښکل کړه) د فلم په توګه  پر 1955 کال د سينما د پردې پر مخ د خپلو مينه والو لپاره وړاندې شوی دی. سپيلن د امريکا  په سهي� �ي کارولينا ايالت کې په خپل کور کې سا ورکړه چې تر دې دمه يې د مړينې کره لامل نه دی څرګند شوی. ياد شوی ام� �يکايی ليکوال، پر 1918 زېږديز کال په نيويارک کې نړۍ ته راغی  او په ګاونډ، نيو جرسي کې يې لوی شو، چې د ليکوالۍ نړۍ ته يې په طنزي ليکونو سره سر ورښکاره کړ.  سپيلن، چې پوره نوم يې فرانک موريسن سپيلن وو او په عامو � �وستوالو کې په مکي سپلين مشهور وو، د خپلو ملګرو ليکوالو په منځ کې د يوه کره کتونکي په توګه پېژندل شوی و. نوم وړي ويلي: “تاسو هغه وخت غوره ګڼل کېدای شئ، چې خلک مو غوره کړي.” ",وتلی امريکايی ناول ليکونکی موريسن سپلين ومړ. 3944,," دډاکټر محمد حنیف  په نوم یو کس چي ځان د طالبانو ویاندمعرفي کوي بېنوا ته وویل چي د افغانستان د کورنیو چارو د مرستیال وزیر هغه خبري ټولي بې بنسټه دي چي ګنې  د هلمند د ګرمسیر ولسوالي د پاکستان لښکري طیبه  نیولې ده . هغه زیاته کړه چي حکومت ته اوس یواځي همدا خبره پاته ده چي دخپل کمزوري مورال په قوي کولو کښي  ورڅخه کار اخلي ،ډآکټر حنیف  وړاندوینه وکړه چي ډير ژر به د خپلو عملیاتو لمن مرکزي او شمالي سیمو ته هم وغزوي مخکي له دې  د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت اداري مرستیال عبدالمالک صدیقي  وویلي وه  چي د هلمند د ګرمسیر و� �سوالي  د پاکستان څخه رااوښتي مذهبي ملیشو چي په لښکري طیبه او جمیعت علما پوري  تړلي دي نیولې ده . ",دګرمسیرپه اړه طالبان دصدیقي خبري بې بنسټه بولي 3945, اكرام الله ((پېوند)),"  افغان ادبي ټولنې د ۱۳۸۴ لمريز لېږديز كال د چنګاښ د م ياشتې په ۲۷ مه نېټه چې د ۲۰۰۶ ميلادي كال د جولاى د مياشتې له ۱۶ مې نېټې سره يې سمون درلود د پشاور كالج اف ساينس په انګړ (بورډ زيارت تم ځاى د رېل پټلۍ تر څنګ ) كې خپله پرانستې غونډه د شاعر او ليكوال ښاغلي بازمحمد عابد په � �ياست كې تر سره كړه .  اكرام الله ((پېوند))  افغان ادبي ټولنې د ۱۳۸۴ لمريز لېږديز كال د چنګاښ د مياشتې په ۲۷ مه نېټه چې د ۲۰۰۶ ميلادي كال د جولاى د مياشتې له ۱۶ مې نېټې سره يې سمون درلود د پشاور كالج اف ساينس په انګړ (بورډ زيارت تم ځاى د رېل پټلۍ تر څنګ ) كې خپله پرانستې غونډه د � �اعر او ليكوال ښاغلي بازمحمد عابد په رياست كې تر سره كړه . مشران مېلمانه يې ښاغلى سعدالله خان بليغ ، م ولوي صيب سيد ګل خياط او استاد اقامحمد ګړندى و او د وياندوى چارې جلال امرخېل تر سره كولې . غونډه مازيګر مهال پنځو بجو ته نژدې د ښاغلي قاري صيب هميم شينواري له خوا د قران كريم د څو مباركو ايتونو په تلاوت سره پ� �انستل شوه ،ورپسې د افغان ادبي ټولنې ريس او موسس ښاغلي شهزاده شيرين زوى د پرانستې وينا وكړه چې د غونډې ګ� �ونوالو ته يې د ښه راغلاست تر څنګ د غونډې  درامنځ ته كېدو په علتونو هم رڼا واچوله . په پېښور كې د پښتو ژبې د ادبياتو پياوړي استا د اقا محمد ګړندي په پېښوركې د پښتو ادب د ساتلو او پښتو ادب ته د خدمت كولو لپاره د افغان ادبي ټولنې رامنځ ته كېدل يو ارزښتناك ګام وباله اوزياته يې كړه چې په دغه ډول ادبي ټولنو كې ځوانان د ادبياتو په هكله د پوهنتون تر سطحې هم زده كړه كولى شي . ورپسې ښاغلي استاد فضل مولا توره كي هم د غونډې په اړه خپل نظريات څرګند كړل ،له ګډونوالو څخه يې غوښتنه وكړه چې په هره غونډه كې دې ورسره ګډون وكړي تر څو د ادب دغه كاروان بريالي ګامونه پورته كړي . د افغان ادبي ټولنې مرستيال ښاغلي احمدشاه وردګ هم غونډې ته وينا وكړه او د افغان ادبي ټولنې د رامنځ كېدو په ارزښت يې رڼا واچوله . د ښاغلي احمد شاه وردګ تر خبرو وروسته د مازيګر لمانځه لپاره وقفه اعلان شوه ، د مازيګر تر لمانځه وروسته د هېواد تكړه او انځورګر ليكوال عنايت ساپي (چې په همدې ورځو كې د سوډان له سفر څخه راغلى و ) او ښاغلي ډاكټر صيب سجاد تشريف راوړ د وياند له خوا ورته د مشرانو م ېلمنو ترڅنګ د كېناستو بلنه وركړل شوه . ښاغلي عنايت ساپي د افغان ادبي ټولنې په اړه خپل نظريات څرګند كړل د افغان ادبي ټولنې رامنځ ته كېدل يې يو په زړه پورې زيار وباله ځوانانو ته يې لارښوونه وكړه چې همېشه دې په ادبي غونډو كې ګډون كوي تر څو له ادب سره اړيكې يې لا پخې شي . مسولو كسانو ته يې سپارښتنه وكړه چې افغان ادبي ټولنه دې � �كه د نورو درې غونډو ( په پېښور كې افغان ادبي بهير ،فرهنګي ټولنې او ادبي انجمن ) په برخليك د ځانځانۍ په مرض نه اخته كوي ، تل دې خپل مشكلات د غونډو د ګډونوالو په مشوره حل كوي او زياته يې كړه كه چېرې افغان ادبي ټولنه خپلې هلې ځلې همداسې ګړندى وساتي لكه څنګه يې چې روانې كړي انشاالله ډېر ژر به لوى مقام ته ورسيږي . پټه دې نه وي پاتې چې ښاغلي عنايت ساپي افغان ادبي ټولنې سره د ۱۰۰۰ كلدارو نغده مرسته هم وكړه. ښاغلي سعدالله خان بليغ د تكل پښتو ادبي ټولنې ، پښتو ادبي ټولنې ( اچيني ) ، ذهير پښتو ادبي ټولنې او پښتوادبي ټولنې ( پلوسۍ ) له خوا افغان ادبي ټولنې ته د مباركۍ راغلي پېغامونه ولوستل.  تر دې وروسته ازاده مشاعره وشوه چې نږدې سلو تنو په كې ګډون درلود .  په اخر كې د ننۍ غونډې ريس ښاغلي بازمحمد عابد غونډې ته وينا وكړه ويې ويل : په ټول ژوند كې مې دا لومړى ځل دى چې د كومې ادبي غونډې رياست كوم او هغه هم داسې غونډه چې دپرانستې غونډه ده . زه افغان ادبي ټولنې ته مباركي وايم او ډاډ وركوم كه چېرته خپل هدف ته رښتوني وي نو انشاالله ډېر زر به د ادبي ټولنو په سر لارو ټولنو كې شمېرل كيږي ، له مسولو كسانو څخه يې هيله كوم چې هېڅكله دې غونډه د يو يا څو كسانو د شخصي غريضو نه ښكار كوي ،ځكه چې همداشخصي اغراض يې يوازنۍ علت و ي چې د غونډې دسقوط او له منځه تللو لامل ګرځي .كوښښ دې وشي چې افغان ادبي ټولنه د ځوانانو په سالمه روزنه كې برخه واخلي ، يوازې او يوازې ادب ته دې كار وكړي ، دمشاعرې پر مهال مې له يو څو تنو ښاغلو څخه واورېدل چې زه شعر نه لرم او اورېدنكى يم دا تر ټولو ډېر دوياړ ځاى دى چې دومره څوك شته چې شاعر نه وي خو شاعر اوري . بيا يې د افغان ادبي بهير د رامنځ ته كېدو په اړه خبرې وكړې او زياته يې كړه هغه مهال چې مونږ سره هرډول سياسي تنظيم غوښتل مرسته وكړه خو مونږ د خپلو مټو په زور افغان ادبي بهير وپاله او هېڅ ډول تنظيمي او دولتي خلكو ته مو د مرستې لاس وراوږد نه كړ زه د ادبي ټولنې له ورونو څخه هم همدا هيله لرم چې غونډه دې د يو څو روپو په خاطر د چا د شخصي ګټو له پاره د هغوى په واك كې نه وركوي . بلكه خپله دې يو څه قرباني و� �كړي . او كه څوك لكه ساپى صيب د ادب مينه وال و ي او غواړي د ادب لپاره له خپلو اديبانو ورونو سره مرسته وكړي نو په ورين تندي دې د هغوى مرسته مني . په دې غونډه كې مې داسې ځوانان شاعران وليدل چې په راتلونكې كې ورنه د � �ېرو ښو شاعرانو د جوړېدو تمه كېدى شي . نو ځكه له دې ځوانانو نه هيله كوم چې په خپل وخت دې هرې غونډې ته حاضري وركوي . پرېكړه وشوه چې راتلونكې غونډې ته به ښاغلى تحسين الله تحسين خپله ليكنه كره كتنې ته راوړي . او له همدې سره غونډه ماښام ته نزدې د ښاغلي استاد فضل مولا توره كي له خوا په اختتامي دعا پاى ته ورسېده . ",افغان ادبي ټولنې خپله پرانستې غونډه وكړه 3946,انجنير ذکريا پوپل," انجنير ذکريا پوپل - هالنډ ۱۳ جولای - ۲۰۰۶ دوهمه برخه دوهم : د بحران په را مېنځ ته کېدو کي دبهرنيو فکتورونو رول:  له بده مرغه افغانستان د خپل ستراتېژيک ارزښت له مخي د تاريخ په اوږدو کي د خپلو ګاونډيو او سيمي هيوادونو د توطئو،دسيسو او تېريو سره مخامخ سوی دی او د هغو په پايله کي افغانستان د اوږدې مودې لپاره دسترو بحرانونو سره مخامخ سوی دی . له بده مرغه دغو هيوادونو د افغانستان په دننه کي د خپلو مزدورو لاسپوڅو په واسطه د افغانستان دورانولو او شخړو داوږدولو پلانونه عملي کړيدي .ځکه نو د معمول خلاف کله کله داسي حالات را مېنځ ته کېږي چي کورني فکتورونه دوهم اوبهرني فکتورونه لومړی درجه ارزښت پيدا کړي . د افغانستان په نني بح ران کي هم زموږ د ګاونډيو او هم د سيمي د يو شمېر هيوادونو لاسونه په روښانه ډول ليدل کېږي . او په ډاګه څرګنده ده ، چي طالبانو د بهرنيو مرستو او ملاتړ نه پرته په هيڅ ډول نه سوای کولای له ماتي نه وروسته په دومره ستر ځواک بدل سي چي د افغان حکومت او نړی وال ائتلاف په وړاندي دي جګړه وکړي او دغه ډول تنظيم سوی تروريستي او ځان وژونکي عملونه دي تر سره کړي . دطالبانو له خوا د افغانستان په اوسنيو ورانکاريوکي په ځانګړې توګه د � �وسيې، پاکستان او اېران رول تر ټولو زيات دی .دا هم څرګنده ده، چي د بهرنيو مرستو او ملاتړ نه پرته طالبانو په هيڅ ډول نه سوای کولای د افغانی او نړی وال ائتلاف ځواکونو په وړاندي جګړه وکړي .له همدې امله کولای سو ووايو ،چي د افغانستان په نني  بحران کي بهرنيو فکتورونو ډېر لوی رول لوبولی دی .  ۱ ـــ روسيه : کله چي پخواني شوروي اتحاد ( ننی روسيې ) په افغانستان کي شرمونکې ماته و خوړه او دې ته اړ سو، چي د افغانستان څخه بايد خپلي پښې سپکي کړي، نو په راتلونکي کي ئي د خپلو لاسوهنو لپاره دکې جې بې ( ننی اف اس بې ) له � �اري پريو شمېر جهادي ؟؟ قوماندانانو کار پيل کړ او هغوی ئي  همکاری ته چمتو کړل . کله چي روسان د افغانستان نه ووتل، دوی داسي فکر کاوه ، چي ددوی په وتلو سره به په افغانستان کي اړودوړ جوړ او کورنۍ جګړه پيل سي او په دې ډول به دوی د جګړې د غراماتو په هکله د افغانانود غوښتنو نه وژغورل سي او له بله پلوه به نړی ته هم داووايي، چي په افغانستان کي د جګړې عاملين روسان نه بلکي خپله افغانان دي او دادی ددوی د وتلو نه وروسته هم په افغانستان کي جګړه ونه درېده او امن او ټيکاو را مېنځ ته نه سو، يعني دوی هغه څه غوښتل چي په ۱۹۹۲ کال کي پېښ سول . خو ددوی د هيلو خلاف دا څه پېښ نه سول . که څه هم جګړه روانه وه ، خو خبره هغه ځای ته ونه رسېده، کوم چي دوی غوښتل . له بله پلوه ډاکتر نجيب الله هم د ملګري ملتونو د سر منشي د ځانګړي استازي ښاغلي بينن سيوان سره د ليدنو کتنو په ترځ کي دا ومنله چي استعفي به کوي او واک به د ملګرو ملتونو تر مشری لاندی جوړ سوي ۱۵ کسيز کميسيون ته سپاري .نو روسان وبېرېدل ، چي که دا پلان عملي سو ، نو په افغانستان کي خو به ټينګه سوله راسي او هر حکومت چه راسي نوهغه به يو مشروع حکومت وي او د خلګو د فشار په پايله کي به دروسيې نه د جګړې د غراماتو غوښتنه وکړي . ځکه ئي نو په بېړنۍ توګه د خپلوهغو اجنټانو په واسطه، چي هم ئي د مجاهدينو ؟؟ په مېنځ کي او هم ئي دخلق دموکراتيک ګوند (وطن ګوند ) په غړوکي لرل ، د ملګرو ملتونو د سولي د پلان په وړاندي کودتا وکړه او هغه ئي ناکامه کړ،.په افغانستان کي د مېشتو قومونو په مېنځ کي ددښمنيو اور ته لمن ووهله او داسي اور ئي ولګاوه چي تر اوسه پوري هم نه مړ کېږي . روسانو ددې لپاره چي ددغه ورانونکي جګړې اور ئي لګېدلی ساتلی وي ، نو د اسلامي جمعيت او نظار شورا م جاهدينو؟؟ او د دوستم د اسلامي جنبش ملېشو ته ئي وسلې ، مادي مرستي او سلاکاران ولېږل . کله چي په ۲۰۰۱ زېږديز کال کي امريکايان او دتروريزم په وړاندي د نړی وال ائتلاف ځواکونه افغانستان ته راغلل، نو روسيه دې ته خوښه وه، چي اوس به نو په افغانستان کي د پخواني شوروي د ماتي غچ دامريکايانو نه واخلي او هغوی به هم د روسانو په برخليک اخته او نوم بدي له افغانستان نه ووزي . خو بيا هم داسي ونه سول. ځکه چي له يوې خوا دغه پوځونه د ملګ� �وملتونو د امنيت د شورا نه ، چي روسيه ئي هم غړې ده، مشروعيت تر لاسه کړی وه او له بلي خوا د افغانستان خلګ له طالبانو نه سږمو ته رسېدلي وه او سوله ئي غوښتل . خو روسانو بيا هم دهغه پيل نه نه يوازي په استخباراتي او امنيتي ځواکونو او اُردوکي د خپلو پخوانيو ملګرو ( نظار شورا ) له لاري لاس بری پيدا کړ،بلکي د بهرنيو چا� �وپه وزارت او نوروحساسو ځايونو کي هم ددوی ملګرو منګولي ټينګي کړي وې .ددوی تر ټولو غوره دنده داوه، چي دافغانستان د ورونو قومونو تر مېنځ ددښمنۍ اور ته لمن ووهي او دغه اور تر هغه وخت پوري لګېدلی وساتي، تر څو چي دوی ئي غواړي . خوکله چي د ځينو پوستونو نه ددوی ملګري ليري سول او دوی وليدل چي افغانستان د بدلونو خواته روان دی او ددوی انډيوالان هغه پخوانی صلاحيت نه لري ، چي دغه بدلونونو ته غټ خنډونه را مېنځ ته کړي ، نو ئي داسي کار ته لاس واچاوه چي پنځه کاله وړاندي ئي چا تصور هم نه سوای کولای ، يعني طالبانو ته د وسلو او مالي مرستو رسول . نژدې دوه کاله وړاندي د المان د هامبورګ په ښار کي روسي ژبي اونيزي خپوني وليکل، چي روسان طالبانو ته پوځي مرستي او وسلې ورکوي .د ډېرو خلګو لپاره په دې خبره باور کول ډېر سخت وه ، خو کله چي د طالبانو يوه وتلي قوماندان او دطالبانو د مرکزي شورا غړي ملا دادالله هم دالجزيرې دټلويزيون سره د مرکې په ترځ کي وويل «تصور كنيد كه [حتى] برخى از كشورهاى غيراسلامى ما را در شكست دادن آمريكايى ها كمك مى كنند».زما په آند دغه غير اسلامي هيواد چي د امريکا سره ډغري ووهلای سي ،د روسيې پرته بل هيواد کېدلای نه سي .که يو ګړی فکر وسي ، چي بل داسی هيواد به کوم وي ، چي غير اسلامي هيواد هم، د افغانستان او افغانانو سره دښمني هم ولري او د ام� �يکايانو سره ناندری هم ولري او دې ته دي زړه هم ښه کړي، چي د طالبانو سره دي مرسته وکړي ، نو هرومرو به دا پاي� �ه تر لاسه کړي، چي دا هيواد روسيه ده. تاسي و ګوری د روسانو پاليسی ته :  ــ د افغانستان د اشغال په وخت کي ئي هم د حاکم رژيم ملاتړ کاوه او هم ئي په عين وخت د استخباراتو له لاري د احمدشاه مسعود سره پټي اړيکي لرلې او مرسته ئي ور سره کوله . ــ د طالبانو د واکمنی په وخت ئي هم دطالبانو په خلاف د اسلامي جم عيت، نظار شورا او ددوستم د اسلامي غورځنګ نه ملاتړ کاوه ، وسلې او مادي مرستي ئي ور کولې، ترڅو د جګړی او مړ نه سي . ــ او اوس بيا دادی د طالبانو سره د افغانستان د مشروع او قانوني رژيم په وړاندي په ورانونکې  جګړه کي مرسته کوي ( نه طالبان شرم لري نه او نه هم روسان ) دغه راز د يوې خوا د روسيې ددفاع وزير، د بهرنيو چارو وزير،د امنيت دشوراسکرټر، د استخباراتو رئس او نور لوړپوړي روسي چارواکي، په افغانستان کي د اقليتونو د حقونو ددفاع تر نوم لاندي، وروڼه قومونه يو دبل پر ضد لمسوي او له بلي خوا هغو طالبانو ته ،چي دروسانو له خوا د اقليتونو د حقوقو په تر پښو لاندي کولو تورنېدل ،پوځي او مالي مرستي ورکوي . پر دې سربېره روسيه د افغانستان په دننه کي هم د ډېري وړې پلمې په لاس ته راوړلو سره، د سترو بد امنيو درامېنځ ته کولو لپاره هڅي کوي ، چي وروستی بېلګه ئي، په کابل کي د ترافيکي پېښی د رامېنځ ته کېدو له امله اړودوړ ته لمن وهل وه . دروسانو په تحريک ددغه ډول پېښو ليست خورا اوږد دی اوکېدای سي په مناسب وخت په دې هکله بېله څېړنه وسي . لنډه داچي روسيه په افغانستان کي دبې ثباتی او وروروژني جګړې درامېنځ ته کېدودبهرنيو فکتورونو نه يو تر ټولو بنسټيز دی او هر څومره ژر چي کېدای سي دروسانو لاس بايد د افغانستان نه لنډ سي . خو لکه څنګه چي روسانو په افغانستان کي ډېري ژوري ريښې ځغلولي دي ، نو په پوره احتياط سره بايد په دې لاره کي ګام پورته سي . ۲ ــ پاکستان : پاکستان د خپل پيدايښت د لومړيو ورځو نه د افغانستان په وړاندي ددښمنيو نه ډک چلند کړی دی او له بده مرغه د وخت حاکمو رژيمونو د پاکستان په وړاندي د سمو پاليسيو او ستراتېژيو نه کار نه دی اخستی. پاکستان په ۱۳۵۲ کال کي دکودتا نه وروسته د افغانستان پر ضد لمسوني نوري هم زياتي کړې او په پاکستان کي ئي د افغانستان پر ضد د تروريستانو دروزني کمپونه جوړ کړل . په دې اړوند د پاکستان د کورنيو چارو پخوانی وزير نصر الله بابر داسي وائي -   دا ټیک ده چې په ۱۹۷۳ کې انجیینر حبیب الرحمن او بیا حکمتیار، احمدشاه مسعود او وروسته ربانی او نور دلته ټول راغلل، هغوې ته موږ ټرننګ شروع کړو. خو د شوروی د پوځي تېري نه وروسته، کله چي پاکستان ته افغاني کډوالو سېلونه ور مات سول او پاکستان د امريکا، عربي او اروپائي هيوادونو او نورو بډايو هيوادونو په مالي  مرسته  افغاني کډوالو ته کمپونه جوړ کړل، نو پاکستان ددې حالت نه داسي ګټي پورته کړې، چي هم ئي افغاني کډوالو ته بېلي سوي پيسې په خپل درد ووهلې او هم د پاکستان لپاره داسي اجنټان وروزل، چي دې ته چمتو وه خپل هيواد ته اور واچوي . کله چي په ۱۹۹۲ کال کي واک د اسلامي جمعيت، نظار شورا، ددوستم د اسلامي غورځنګ او نورو جهادي تنظيمونو لاس ته ورغی، نو د پاکستان د ورانکارو عملونو لپاره خورا ښه شرايط برابر سول . پاکستان هم دورور وژني جګړي اور ته ښه ډېر غوړي ورواچول . خو کله چي منځنی اسيا ته ددوی د رسېدو په لاره کي دغي جګړې خنډونه رامېنځ ته کول، نود طالبانو د رامېنځ ته کولو له لياري ئي د جهادي متخاصمو ډلو ټپلو د واکمنۍ ټغر ټول او طالبان ئي د کابل واکمنۍ ته ورسول. خو کله چي په ۲۰۰۱ زېږديز کال کي د سپټامبر د ۹ تروريستي عم ل تر سره سو، نو پاکستان دداسي حالت سره مخامخ سو، چي نه ئي په ښکاره دطالبانو نه ملاتړ کولای سو، ځکه چي دا به د امريکا د متحدو ايالتونو په وړاندي د جګړې د اعلان په مانا وای، او نه ئي د طالبانو دله مېنځه تلل منلای سوای . نو دهمدې وخت نه ئي خپله دوه مخه ستراتېژي طرحه او پر مخ يوړه. له يوه پلوه ئي د امريکا او نړی والي ټو� �ني سره د تروريزم، چي طالبان ئي يو جز وه، په وړاندي د جګړې ملګر تيا اعلان کړه،خو په پټه ئي د پردې تر شاله يوه پلوه دطالبانو ملاتړ، تجهيز او روزني ته دوام ورکړ او له بلي خوا ئي د افغانستان سره په پوله کي د پاکستان په صوبه سرحد ( پښتونخوا) او بلوچستان ايالتونو کي داسي شرايط برابر کړل، چي اسلامي بنسټ پاله ګوندونه ( متح ده مجلس عمل ) د يادو سوؤ ايالتونو واک په خپل لاس کي واخلي او په يادو سوؤ ايالتونو کي دتره ګرو طالبانو د � �وزلو لپاره په پراخه پيمانه مدرسې پرانيزي او د درو کلنو تياريو نه وروسته ئي افغانستان ته د تروريستي او و� �انونکو کارونو د تر سره کولو لپاره راواستوی . په ظاهره داسي وښيي چي ګواکي پاکستان ، افغانستان ته د طالبانود تېرېدو د مخنيوي لپاره ۷۰ زره پوځونه په پوله اچولي دي او لګښت ئي هم د امريکا نه اخلي . خو په واقعيت کي په ازادو قبايلو کي د خپلي واکمنی دټينګېدو لپاره عمليات تر سره کوي .په دې ډول پاکستان غواړي دا وښيي، چي هو په پاکستان کي تروريستان سته او روزل کېږي ، خو موږ ئي افغانستان ته د تېرېدو د مخنيوي لپاره ۷۰ زره عسکر په پوله اچولي دي . حال دا چي دوی بايد دترويستانو ځالي او د توليد فابريکې و تړ ي .که چېري دا ومنو چي افغانستان ته ئي د تېرېدو مخه په ديوال يا عسکرو ونيول سي ، نو نورو هيوادو ته به ئي مخه څنګه نيول کېږي ؟ طالبان په پاکستان کي په ازاد ډول ګرځي را ګرځي ، مالي مرستي تر لاسه کوي، په پوځي مرکزونو کي تروريستي تمرينات ويني او د ميډيا سره مرکې کوی او د تروريستي کارونو د سرته رسولو لپاره افغانستان ته رالېږل کېږي . د پاکستان پا� �يسي داده چي تر څو ممکنه وي پرې به نږدي، چي په افغانستان کي سوله او ټيکاو راسي . متأسفانه لوېديځه نړی هم د هغه ملګرتيا له امله چي پاکستان د سړې جګړې په وخت کي ددوی سره لرله،نه غواړي د يوه قاطع چلند نه کار واخي او له بله پلوه د يوه داسي هيواد سره چي په زروي وسلو سمبال وي ، د يوه قاطع چلند کول هم اسانه کار نه دی، نو پاکستان د لوېديځوالو ددغو دريځو په نظر کي نيولو او ناوړه ګټه اخستلو سره، تر اوسه خپل دوه مخی سياست مخ ته بېولی دی . ولي يوه خبره روښانه ده،چي دا حالت تر ابده دوام نه سي موندلای . ځکه په دغه جګړه کي، د پخوا په څېر يوازي د افغانانو بچيان نه مري ، بلکي په په نړی وال ائتلاف کي د شاملو هيوادونو سرتېري هم په دغه جګړه کي وژل کېږي . نو نړی وال نسي کولای د پخوا په شان هغه ته د ګوتو تر مېنځ و ګوري او ترې تېر سي . که څه هم پاکستان پر دې حساب کوي ، چي نړی وال به د افغانستان د ستومانه کونکي جګړې نه ستړي سي او بالاخره به د افغانستان څخه وتلو ته اړ سي او ددوی لپاره به بيا غوړه مېله جوړه سي . خو دا ځل ددوی حساب غلط دی او دا هيله به ګور ته يوسي . په دې ش� �ط چي د افغانستان د بهرنيو چارو په وزارت کي د ډاکتر عبدالله د وخت په څېر داسي کسان د ډيپلوماټانو په توګه ونه ګمارل سي ، کوم چي د افغانستان او افغانانو سره کينه او دښمني ولري او د افغانستان د ګټو دفاع پر ځای دپ� �ديود ګټو مدافعين وي . افغانان هيله من دي ، چي دښاغلي ډاکټر رنګين دادفر سپنتا په راتګ سره به دا نيم ګړتياوي ليري کړل سي. هغه څوک چي په بهر کي د افغانستان په استازي توب خبري کوي ، بايد د خپل هيواد او خلګو سره مينه ولري او د افغانستان ګټو ته وفادار وي . نو په دې صورت کي هرومرو د افغانستان دريځ په نړی کي غښتلی کېږي او دلاسوهنو په لږولو او بېخي له مېنځه وړلو کي ښه رول لوبولای سي او نړی وال به په ښه توګه دې ته وهڅوي چي د ترو� �يزم ځالی او د تروريستانو د توليد فابريکې وتړل سي. ۳ ــ اېران : اېران هم د پورته يادو سوؤ هيوادونو په څېر د افغانستان د ودي او پرمختګ او زموږ په هيوادکي د سولي اوټيکاو د راتلو سره سخت م خالف دی .خو اېرانيان خپله دښمني په ډېر مهارت او زرنګي سره تر سره کوي ، چي ليدل او لمسول ئي اسانه کار نه دی . اېران هم د پورته يادوسوؤ هيوادونوپه څېر د افغانانو تر مينځ قومي او مذهبي ناندريو ته لمن وهي، په افغاني ډلو ټپلو کي اجنټان روزي او د هغوی له لاري ناندريو او ناامنيو ته لمن وهي . دوی هم د پاکستان او روسيې غوندي د دولت په لوړ پوړيو چارواکو کي جاسوسان لري . اېران پر دې سربېره پر افغانستان کلتوري يرغل هم کړی دی.داطلاعاتو، کلتور او ځوانانو چارو دوزارت له لاري ئي هڅه کړېده،خپله ژبه او ادبيات پر افغانانو و تپي او افغاني ملي ترمينالوژي ليري کړي . کېدای سي په ښو تدابيرو سره د روسيې او پاکستان د تېريومخه په نسبتاً � �نډه موده کي ونيول سي ، خو په لنډه موده کي داېران د کلتوري يرغل د مخي نيول، شونی نه دی . ځکه نو دغه يرغل ته بايدتر نورو دوؤ لا هم په جدي سترګه وکتل سي او له همدې امله د اوس نه ئي مخه ونيول سي . ځکه چي دا کار د اوږدې م ودې هلو ځلو ته اړتيا لري . د بله پلوه که چېري د روسيې ، پاکستان او اېران مطبوعات وکتل سي نو په هغو کي ( � �که هم ږغي سوي چي وي ) يوډول د افغانستان د حکومت او نړی وال ائتلاف( په ځانګړې توګه د امريکا دمتحدو ايالتونو ) په خلاف تبليغات کېږي . يوازي هغه رپوټونه خپروي،چي منفي بڼه لري او هيڅکله د لاسته راوړنو او مثبتو خبرونو په هکله څه نه پکښي ليدل کېږي دغو درو هيوادونو دافغانستان پر ضد دورانکاريو يو مثلث جوړ کړی دی . خو موږ د سمو پاليسيو په پلي کولو سره کولای سو دخپل هيواد د ستراتېژيک موقعيت نه مثبته ګټه پورته کړو  او بايد ئي هم وکړو، خو يو ځل بيا وايم چي په دې شرط چي ډيپلوماټان مو صادق او افغانستان ته وفاداره خلګ وي . دپورته يادو سوؤهيوادونو سره د ستونزو دلرلوسره سره موږ دنړی والي ټولني حضور او ملاتړ او ژمنتيا د ځانه سره لرواو د هغه نه بايد پوره ګټه واخلو . لکه څنګه چي د افغانستان دبحران بهرني فکتورونه خورا ارزښتناک دي ، نو د افغانستان حکومت هم بايد دبهرنيو چارو وزارت او نورو ټولو ډيپلوماټيکي ادارو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په داسي پوستونو کي يوازي او يوازي هغه کسان و ټاکل سي ، چي د افغانستان ګټو ته وفادار او د افغانانو س� �ه مينه ولري او يو ښه وطنپال وي . زما په آند دټولو پورته يادو سوؤ بهرنيو لاسوهنو، تېريو او لمسونوؤ س� �ه سره ، دافغانستان په بحران کي تر ټولو لومړی خپله افغانان ( په دقيق ډول هغه کسان چي د افغانستان د پرمختګ، سوکالی، ټيکاو او د امن سره مينه نه لري ) ګرم دي . که چېري افغانان د بهرنيانو دتوطئو د پلي کولو لپاره کار ونه کړي ، نو بهرنيان هيڅکله نه سي کولای مخامخ د افغانانو په وړاندي ودرېږي او هغه چي مخامخ درېدلي دي خوله م اتونکی ځواب ئي هم ليدلی دی او ماته ئي خوړلې ده.دا هم د افغاني حکومت دنده چي د بهرنيانو دلمسونو، تېريو او � �اسوهنود مخنيوي لپاره سم تدابير ونيسي ځکه چي وائي «کور خپل ساته او ګاونډی غل مه نيسه» ، خصوصاً چي دداسي چور غل ګاونډی سره دي سر وکار وي ، چي «نصوار پر شازه نه پرېږدي» . دريم: وړانديزونه ( د بحران نه دوتلو لاري ): زما له نظره که چېري څوک يوازي نيوکي کوي او د حل او ښه والي لپاره هيڅ ډول وړانديزونه نه کوي ، نو کېدای سي د هغو کسانو لخوا چي نيوکي پر سوي دي دداسي کسانو په نوم ياد سي، چي يوازي او يوازي منفي دريځ او نيوکي کولای سي او د نيوکو کول خواسانه کار دی . زما چلند هر کله داسي وي ، پر هغه څه چي نيوکي کوم نو هرومرو د هغه د سمولو او ښه والي لپاره خپل نظر هم وايم او ټاکلي دلايل هم وړاندي کوم . د پورته يادو سوؤ ستونزو، پرابلمونو او بحران دليري کولو لپاره هم زه په هغه ترتيب ، چي د نيمګړتياوؤ يادونه م ي کړې ده ، خپل وړانديزونه هم مخ ته ايږدم. ۱ ــ تر هر څه نه مخکي زه په دې باور يم ، چي يوازي او يوازي نه بايد پر وچ کلک زور تکيه وسي، بلکي د ستونزي د حل لپاره بايدنوري لاري چاري هم ولټول سي ، يعني د مخالفينو سره خبري اتري هم وسي او که چېري پوځي عمليات هم کېږي نو بايد د بمباريو ، راکټونو او نورودرنو وسلو د استعمالولو پر ځای ،داسي دقيق استخباراتي مالومات را غونډ سي ، چي د هغه پر بنسټ ، هيڅ يوه بې ګناه سړي ته زيان ونه رسېږي . افغان حکومت او نړی وال ائتلاف ( د ناټو او ايساف ځواکونه ) تر ټولو لومړی د افغاني ملي اُردو او افغاني ملي پوليسو د جوړولو او بشپړولو ( روزني، تجهيز، اعاشه او اباطه او سمو معاشونو ) ته خپلي ټولي هڅي را غونډي کړي او داسي ملي اُردو او ملي پوليس جوړ کړي، چي د هر دښمن په وړاندي د ځواب ويلو توان ولري او په لږو تلفاتو خپلي م وخي تر لاسه کړي . هغه هڅي چي اوس په تېرو څه دپاسه څلورو کلنو کي د ملي اُردو او ملي پوليسو د روزني لپاره رواني دي هم د ځان ، هم د ولس او هم د نړی والو دغولونه بل څه نه دي . دا څه ډول اُردودی چي تر اوسه لباس، خولی اوعادي وسلې نه لري، درنې وسلې، توپونه، ټانکونه اوجګړه ايزي چورلکي او الوتکي خو هلته پرېږده .بايد ډېر ژر دې حالت ته د پای ټکی کښېښودل سي او ــ هم کوماندوئي ځواکونه وروزل سي ( په ډېر لوړ کيفيت ) ــ د چټک غب� �ګون ځواکونه وروزل سي ( په ډېر لوړ کيفيت ) ــ د بغاوتونو د مخنيوي لپاره ځانګړي قطعات وروزل سي ــ د پوليسو په چوکاټ کي د ژاندارم قومانداني بيا راژوندی سي او سر تېري ئي لازمي روزنه وويني . ــ دغه راز هغه کسان چي په ملي اُردو و ملي پوليسو کي دندي تر سره  کوي ، ډېر ښه معاشونه ورکړه سي . ځکه چي دغه خلګو د وطن په خاطر خپل سرونه په لاس کي اخستي دي ،نو د کورنۍ ژوند خو ئي بايد تامين وي . که دا پوښتنه مطرح کېږي، چي دا پيسې له کومه سي، نو په ځواب کي ئي غواړم ووايم، چي د نړی وال ائتلاف دغه هيوادونه چي اوس په افغانستان کي سر تېري لري او هره ورځ وژل کېږي، بايد قناعت ورکړل سي، چي دغه لګښتونه پر خپله غاړه واخلي ، ځکه دا لګښتونه څو ځله تر هغو لګښتونو لږ دي، چي دوی ئي د خپلو سربازانو په خاطر تر سره کوي . يوازي او يوازي د ځواک نه بايد کار وانه خستل سي، بلکي نوري لاري چاري لکه د اغېزمنوتبليغاتو تنظيومول او د استخباراتي شبکو داسي پراخول، چي په هغو کي خلګو ته تاوان ونه رسېږي . دغه راز په بهرنيانو ددې خبري منل، چي افغاني دودونو او رواجو ته درناوی وکړی او د خلګو سپکاوی ونه کړي . ۲ ــ داداري فساد د لږولو او مخنيوي لپاره دلاندنيو تدابيرو پلي کول اړين دي . ـ تر هر څه لومړی بايد دغه سموني د قضائي قوې، څارنوالی،پوليسو او استخباراتي اُرګانونو نه پيل سي . ددغه لپاره الف ــ د پورته يادو سوؤ اُرګانونو کارکونکوته بايد مناسب معاشونه و ټاکل سي، تر څو بډو او اختلاس ته اړ نه سي ، ب ــ ددغو اُرګانونو په مشرتابه کي داسي کسان وټاکل سي، چي هغه په رښتيني وغواړي د بډو، اختلاس او اداري فساد مخه ونيسي . که ديوه وزارت او يا ادارې مشر تابه په بډو او اداري فسادکي ککړ نه وي ، په هغه اداره يا وزارت کي ټيټ مقامونه هم اداري فساد او بډو ته زړه نه سي ښه کولای . که مش� �تابه و غواړي ، هغه کسان چي په دغسي ناوړو کارونو بوخت وي ،ډېر ژر ئي موندلای سي او سزا ورکولای سي .که په يوه وزارت کي  درې ــ څلور داسي پېښي وسي، چي ځيني کسان د بډو او اختلاس په ګناه د کاره ليري او د قانون منګولو ته وسپارل سي ، نوزه پوره باور لرم، چي په ډېر لږ وخت کي به په هغه وزارت کي څوک په اوسنۍ سپين سترګی بډي ونه خوري او په ټوليز ډول داداري فساد کچه به ډېره راټيټه سي ( ځکه بېخي له مېنځه وړل ئي د نړی په هيڅ هيواد کي نه دي سوي ) . تر ټولو بده خبره داده چي اوس بډي او اختلاس دشرم خبره نه بلکي يوه عادي خبره ده او دې د ټولني پر ټول اخلاق م نفي اغېزه کړې ده. ــ ددې لپاره چي د وزارتونو او ادارو مشرتابه دې کار ته وهڅول سي ، نو د ولسمشر او پارلم ان لخوا بايد هر وزير او د ادارې مشر ته دنده وسپارل سي، تر څو ولسمشر ته هره اونۍ او پارلمان ته هره مياشت په دې هکله يو ځل راپور ورکړي . د هر وزير او ادارې د مشر کار د بډو او اداري فساد سره د مبارزې پر بنسټ وارزول سي . ــ په راډيو ګانو ، ټلويزيونونو او ټولو خبري رسنيو کي ددغي شومي پديدې پر ضد تبليغاتي کمپاين پيل سي او د خلګو نه غوښتنه وسي حکومت ته په دې هکله مالومات ورکړي ، چي په کومو ځايونو کي بډی اخستل کېږي او د پايلو په اړوند ئي هم خلګ خبر کړل سي . که داسي وسي نو زه پوره باور لرم، چي په يو څه موده کي به هغه اداري فساد چي زموږ په هيواد کي ئي هيڅکله ساری نه وه ليدل سوی ( د جهادي تنظيمونود ګډوډيو ورځو شپو نه پرته ) ، ډېر لږ سي . اصلاً بايد په ولسي جرګه کي دهر وزير دتائيد په وخت کي هم ، دغه ژمنه ترې اخستل سوې وای، چي په هره مياشت کي يو ځل داداري فساد سره د مبارزې په هکله وکيلانو ته رپوټ ورکړي . داداري فساد سره مبارزه اسانه کار نه خو يو اړين کاردي او په هر ممکن ډول چي وي بايد مخه ئي ونيول سي ددغي شومي پديدې د له مېنځه وړلو نه پرته ، د بحران ليري کول شونی نه دی . ۳ ــ د مخدره توکيو سره د مبارزې ستراتېژي بايد له سره جوړه سي او په هغه کي بايد داسي بدلون راوستل سي ، چي د کوکنارو دکرلو لپاره بايد بزګرانو ته ونډي وټاکل سي، چي بزګر د هغه نه دزياتو د کوکنارو دکرلوحق نه لري او هغه چي کري ئي هم بايد ددولت سره په ډېره دقيقه توګه ثبت وي . کله چي دتا� �ياکو د ټولولو وخت رارسېږي نو کروندګر بايد د هغي ونډي ( دجريب په اندازه ) تارياک دولت ته د مناسب ټاکل سوي بيي په مقابل کي وسپاري . که چېري کوم څوک ددې نه سرغړونه کوي بايدډېره ټينګه سزا ورکړل سي . ددې دندي د س� �ته رسولو لپاره دي يا همداد مخدره توکيو سره د مبارزې وزارت او يا کوم بل نوي اُرګان ته دنده ورکړه سي ، چي دغه کار په ټول هيواد کي تنظيم کړي . که اړتياوي ددغه کار لپاره دي يو شمېر امنيتي ځواکونه  هم وګمارل سي او يا دي د کورنيو چارو وزارت نه مرسته وغوښتل سي . په دې ډول به تارياک د قاچاق وړونکو لاس ته نه، بلکي ددولت � �اس ته ورغلي وي او د هغو څخه به د اروپا او ټولي نړی بازارونو ته کيمياوي پروسس سوي مخدره توکي نه بلکي د تا� �ياکو څخه کيمياوي پروسس سوي ارامونکي درملونه ولېږل سي .په دې کار سر به د مخدره توکيو د قاچاق وړونکو مافيائي جوړښتونه هم وران ويجاړ سي او د دولت سره بل موازي دولت ( تور اقتصاد ) هم له مېنځه ولاړ سي او د طالبانو مالي سر چينې به هم وچي سي . دبله پلوه به کروند ګر هم د حکومت نه خوښ وي او د هر هغه چا په وړاندي به درېږي چي نا امني جوړوي . نو که طالبان يا نو رشر اچونکي او ورانونکي په کوم ځای کي سر راپورته کو، د حکومت نه مخکي به ئي خپله د سيمي کروندګر او ولسي خلګ مخه نيسي، چي دا به د راتلونکو بحرانونو مخه هم په ټپه بنده کړي .اوس خو د کوکنارو د کروند ګروپه نا امنيو کي ګټه ده، ځکه چي د ناامنيو په صورت کي حکومت نه سي کولای ددوی سيمي ته ور سي او ددوی کروندې ور واړوي . حکومت په يوازي سر د ولسونو د ملاتړ نه پرته ، په هيڅ صورت نسي کولای دتروريستانو م خه ونيسي . دا يو منل سوی واقعيت دی . ۴ ــ بې قانوني او بې عدالتي هر کله د بدامنيو او بحرانونو عامل وي . تر څو په افغانستان کي د قانون واکمني مسلطه نسي او عدالت تأمين نسي، د بحران ليري کول مهال کار دی . د افغانستان د اساسي قانون، دبشر دحقوقو د نړی والو نورمونو ، ددموکراسی د اُصولو او د عدالت په خلاف د پښتنو بچيان په خپله مورنۍ ژبه دزده کړونه بې برخي دي . په دې اړوندډېرو افغانانو د دولت نه غوښتني کړي خو له بده مرغه تر اوسه پوري هيڅ يوه دولتي چارواکي د پښتنو ددغه حقه غوښتنو په اړوند هيڅ ډول ځواب نه دی ويلی او په پټه خوله ددې نه تېر سوی دي . داداسي مانا لرلای سي ، لکه يو څوک چي سترګي پټي کړی او ووائي ماخلګ نه ويني . دغه حالت پښتانه او په ځانګړي توګه روڼ آندي ئي ډېر نا هيلي او مرورکړي . تر څو چي قانون پلی نه او عدالت تأمين نه سي ، زياتره افغانان به د حکومت نه په ښه زړه ملاتړ ونه کړي او دغه نه ملاتړدبحران زېږنده دی .ځکه نو په مورنی ژبه د ماشومانو د زده کړو په  هکله او په دولتي او نا دولتي ادارو کي دپښتو ژبي د رښتيني رسميت او تعميم لپاره بايد ډېر ژر عملي ګامونه واخستل سي . دا کار به د اکثريت افغانانو ملاتړد حکومت نه زيات کړي او د بحران په ليري کولو کي به ښه رول ولوبوي . ۵ ــ دامنيت لوی رياست او د پوليسو اُرګانونه نه يوازي بايد د يوه تنظيم له م نګلو نه و ايستل سي ، بلکي هيڅ ډول ډلو ټپلو او سياسي ګوندونوته ددې اجازه ور نه کړل سي ، چي داُردو، پوليسو او د امنيت په اُرګانونو کي سياسي فعاليت وکړي . نوموړي اُرګانونه بايد يوازي د قانون ، قانوني واکمنی او افغاني ملي ګټو نه دفاع وکړي .يوازي او يوازي په دغه صورت کي کېدای سي ، چي دغه اُرګانونه ټول ملت ته چوپړ وکړي، که داسي ونه سي نو هر تنظيم او سياسي ګوند به يوازي خپل ځان ته کار کوي او دا به ددې سبب کېږي ،چي بيا هغه نا خوالي را مېنځ ته سي ، کوم چي څه دپاسه درې لسيزي رواني دي .په دغو اُرګانونو کي سياسي فعاليتونو د افغانستان خلګ دغي ورځي ته کښېنولي دي . نو ددې سره بايد سخته مبارزه وسي ، چي د يادو سوؤ اُرګانونونه يوه ډله، يو تنظيم، يو قوم اويو ګوندپه خپله ګټه کار وا نخلي . دغه راز تر ټولو لومړی بايد دامنيت، پوليسو او ملي اُردو څخه د به� �نيو هيوادونو داستخباراتو اجنټان ( دروسيې، اېران، پاکستان اونورو ) تصفيه او ډېر ژر ليري کړل سي . اوس چي د نړی وال ائتلاف ځواکونه سته او هيڅ څوک د غټو توطئو او کودتا ګانو پلانونه نه سي عملي کولای ، نو بايد دا ډول د پرديو جاسوسان په بېړنی توګه له دغه اُرګانونو ( په ځانګړي ډول د امنيت دلوی رياست ) او نورو ټولو ادارو نه و ايستل سي .که نه نو د نړی والو ځواکونو په نه شتون کي بيا دا کار ناشونی دی او ناوړي پايلي به ولري . زما � �ه نظره د هغو کسانوتخريبي فعاليتونو ته نه بايد لږ ارزښت ورکړه سي ، کوم چي د حکومت په دننه کي د لستوڼي د ما� �انو په شان دحکومت خلاف فعاليت کوي . هغوی دا کار په ډېر مهارت تر سره کوي. هغوی د بهرنيو هيوادونو د استخبا� �اتي ــ ستراتېژيکي مرکزونو له خوا مشورې او لارښوني تر لاسه کوي . لکه څنګه چي دغه کسان په افغانستان کښي د بوختو بهرنيو هيوادونو د پوځي او ډيپلوماټيکو استازو سره اړيکي لري ، نو دوی د حکومت دننه د حکومت ( افغانانو ) خلاف دداسي تخريبي فعاليتونو دسر ته رسولوتوان لري ، چي دڅرګنددوښمن دا ورسره هيڅ د پرتلې وړ نه دي . ځکه نو د � �ستوڼي د مارانو تخريبي چارو ته بايد ډېره پاملرنه وسي او مخه ئي ونيول سي . ۶ ــ حکومت بايد يوه فعاله تبليغاتي تګلاره جوړه کړي، تر څو و کړای سي د خلګو مغزونو ته لاره پيدا کړي . په دې اړوند دلاندي کارونو تر سره کول اړين دي : ــ د اطلاعاتو ، کلتور او ځوانانو چارو وزارت کي داسي بدلونونه راوستل سي، چي مشر تابه ئي افغاني احساسات، مينه او وفاداري ولري او د پرديو پر ځای خپل هيواد ته دچوپړ کولو هوډ ولري . ــ داسي تب� �يغاتي تګلاره جوړه سي، چي د هغې له مخي ټولي خبري رسنۍ تنظيم سي . که څه هم دا کار د خبري رسنيو په قانونو کي تر يو ځايه توضېح سوي دي، خو هغه هم د نورو قوانينو په شان نه عملي کېږي . تاسي و ګوری د هيواد په مطبوعاتو کي د افغانستان ولسمشر ته سپکاوی کېږي ، څوک ئي پوښتنه نه کوي ،په بر بنډ ډول د قومونو تر مېنځ د دښمنيو اور ته لمن وهل کېږي، څوک ئي مخه نه نيسي، خبري رسنۍ د بې امنيو لپاره لمسوني کوي ، سترګي پر پټېږي ، قومونو او اشخاصو او افرادو ته سپکاوی کېږي ، څوک دا نه ورته وائي چي ولي ؟ په لنډ ډول په خبري رسنيو کي مطلقه انارشي واکمنه ده او ددې حالت د سمولو لپاره هيڅ اقدام نه کېږي . ټولي هڅي دې ته بېلي سوي دي ، چي د وزارتونو او ادارو لوحې په اېراني فارسي ژبه بدلي سي او بس . خو پر ښاغلي سيد مخدوم رهين د انتقاد په وړاندي ډېر سخت غبرګون ښودل کېږي او په ډېره چټکه توګه په کابل کي لويي څارنوالی ته دپوښتنو ګروېږنو لپاره راوستل کېږي . دغه راز: ــ د ولسمشر دادارې او يا د علومو د اکاډمۍ په چوکاټ کي دداسي يوه اُرګان يا څېړنيزبورډرا مېنځ  ته کول، چي په منظمه توګه د هيواد د کورني حالاتو، د سيمي حالات او نړی وال حالت هر اړخيز و څېړي او هره اونۍ يو ځل ولسمشر ته خپلي ارزوني او څېړني وړاندي کړي .په دغه څېړنيز بورډ کي بايدپه بېلابېلو برخو کي د هيواد وتلي پوهان، مبصرين او ارزونکي غړيتوب ولري . دغه بورډ به ولسمشر د هيواد درښتينو حالاتو د ډېري کره ارزوني نه خبروی او د ستونزو او نيم ګړتياوؤ د شتون په صورت کي به ئي د هغو دليري کولو لپاره مشورې ورکوي . په دې صورت کي به پرابلمونه يو پر بل سر پر سرنه کوټه کېږي بلکي پر خپل وخت به ئي په چټکه توګه د حل لپاره ګامونه پورته کېږي . ــ پر دې سربېره که ولسمشر هره اونۍ يو ځل دروڼ آندو د بېلابېلو ګروپونو يعني استادانو، محصلانو، انجنېرانو، ډاکترانو، شاعرانو، ليکوالو، هنرمندانو،پوهانو او نورو سره د نژدې کتني وکړي . دا به هم د خلګو سره د ولسمشر په نژدې والي کي ډېره مرسته وکړي او د پرابلمونو څخه به ولسمشر د ډېر ژر خبرېدو سبب سي .دا ځکه چي کله کله د ولسمشر پر شاوخوا داسي کسان را ټول سوي وي، چي نه غواړي ولسمشر ډېر ژر د پرابلمونو او ستونزو نه خبر سي . ــ د افغانستان سفا� �تونه دي ديوه تنظيم او يوې ولسوالی د ولکې نه ووزي او د قومي ، مذهبي، سمتي او نورو علايقو د په نظر کي نيولو نه پرته دي ، وړ ، پوه ،وطنپاله او د افغانستان ملي ګټو ته وفادار کسان وګمارل سي ، چي په نړی کي د افغانستان د حيثيت د لوړولو لپاره کاروکړي .د افغانستان ولسمشر حامد کرزی دی، خو په ټولو سفارتونو کي د احمد شاه مسعود عکسونه ځړېږي . آيا دا دډيپلوماسی داُصولو سره سم کار دی ؟ هيڅکله نه . ــ په ولايتونو کي بايدواليان او ولسوالان دواسطو پر بنسټ نه بلکي خلګو ته درښتيني چوپړ پر بنسټ و ټاکل سي او ډېر ژر نا اهله واليان او ولسوا� �ان ليري کړل سي . ــ حکومت بايد ملي يووالي دتامين لپاره يوه هر اړخيزه تګلاره او بين الافغاني ډيا� �وګونه جوړه کړي . په دغه بين الافغاني ډيالوګ کي کېدای سي د ملي هويت، ملي ټولني، ملي دکترين ،ملي ست� �اتېژی اوملي ګټو په هکله توافق تر لاسه سي . ما په ټوله ليکنه کي هڅه کړېده د جزئياتو نه صرف نظر وکړم، تر څو په لنډ ډول مي مطلب وړاندي کړی وي ، هيله من يم چي دې کارد سم پوهاوی  لپاره ستونزي نه وي را مېنځ ته کړي .  د داسي يو افغانستان په هيله چي دبحرانونو په هکله ئي نه بلکي دلا پر مختيا په کله ئي بحثونه وسي  په درنښت ",بحران ولي را مېنځ ته سواو د حل لاري ئي کومي دي ؟ 3947,," ", 3948,," ", 3949,," ملالۍ مجله له کابل نه خپرېدونکې خپلواکه ښځينه مياشتينۍ خپرونه ده چې دامتيازخاونده ،موسسه او چلوونکې يې جميله مجاهد دهديادولو وړده: چي په هېواد کې تر نوي بدلون وروسته ملالۍ لومړنۍ خپلواکه او ښځينه مجله ده چې خپرونې يې پيل کړې او تر دې دمه نوموړې مجلې دوې نړيوالې جايزې له امريکا او جرمني نه تر لاسه کړي دي د ملالۍ مجلې نوې ګڼه  تاسي د بېنوا پاڼي د رسنیو ځنځیر دلړلیک   د ملالۍ مجلۍ  له کړکۍ څخه لوستلای  شی  او هم د لاندي پتي  په کښېکښلو سره : http://www.benawa.com/rasanay/malalai/   ",دمـــــــلالۍ مجلې نوې ګــــــــــڼه پر لــــــــــیکه شوه 3950,," افغان او ائيتلافى ځواکونورپوټ ورکړى ،چې تيره ورځ ناوخته يې د هلمند دګرم سير ولسوالۍ بيرته له طالب جنګياليو څخه نيولې او ډيره درنده مرګ او ژوبله يې طالب جنګياليو ته اړولې ده . افغان چارواکو منلې چې په سلګونو افغان او ائيتلافى عسکرو په دغه ولسوالۍ کې د مخالفو جنګياليو په وړاندې تصفيوى عمليات پيل کړي دي. د ګرم سير ولسوالۍ د دوشنبې په ورځ طالبانو نيولې وه .پرون افغان دولتى چاراکو ومنله چې ګرم سير ولسوالۍ يې له لاسه ورکړې ده . د کورنيو چارو وزارت ادارى مرستيال صديقى پرون په پاکستان تور ولګو، چې ګرم سير ولسوالۍ د پاکستان دلشکر طيبه او علماى جمعيت مذهبې مليشو نيولې ده او د افغانستان بيرق يې سوي دي. پاکستانى چارواکو د افغان چارواکو تورونه رد کړى او د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې تسليم اسلم ويلى د ا دافغانستان کورنۍ مسئله ده او پاکستان په دې کې لاس نه لري. همداشان چارو واکو ويلى چې د ناوې ولسوالۍ يې هم نيولې ده .د هلمند په ګرم سير کې يو شمير ځايى اوسيدونکو بينوا ته وويل : مخکې له دې چې ائيتلافى عسکر راشى ،طالبانو ولسوالۍ پريښوده او ووتل . ",افغان دولت ګرم سير ولسوالۍ بيرته نيولى 3951,," دخوست د باک ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د شخړې په مهال د باکر خيلو د قوم ٢ تنه ووژل شول . هغه شخړه چې د باکرخيلو او کوچيانو ترمينځ د ځمکې په سر پېښه شوې ، ټوله ورځ په ډزو سره پاى ته ورسيده . خوست کې امنيتى چارواکى سيمې ته د زياتو پوليسو او امنيتى منسوبينو بندو بست کوي . ", دځمکې پر سر شخړې د ٢ تنو ژوندواخيست 3952,," د نيشه يى توکو په وړاندې د مبارزې وزير حبيب ا لله قادرى د افغان ولسمشر حامد کرزي تر مشرى لاندې نن يوې ناستې ته وويل :په تيرو ٦ مياشتو کې ٦٦ زره کيلو ګرامه ډول-ډول نيشه يى توکې له مينځه وړل شوي او٥٦ تنه د نيشه يى توکو د قاچاق په تور نيول شوي دي. ده وويل د٢٢ لابراواتورونواو ٤ کارخانو په له مينځه وړلو سره نور د هيروئينو پوډر افغانستان کې نه توليديږي . ",قادري : په افغانستان کې نورهيروئين نه توليديږي 3953,عيسی اسد - تهران ( ايران )," عيسی اسد - تهران ( ايران ) د اسلام د سرکينيو وختونو تاريخ ته يوه ځغلنده کتنه موږ دې حقيقت ته رسوي چې په نبوي مدني ټو لنه کې تر ډيره حده د ښځو ضايع شوي حقوق ترلاسه شو� �  او خپل لوړ مقام يې تر لاسه کړ، ښځه تر اسلام مخکې له خپلو مسلمو حقوقو محرومه وه دوهم خليفه حضرت عمر (رض) په دې  هکله وايي.  په خداى قسم په جاهليت كي موږ د ښځو لپاره په هيڅ ارزښت قايل نه وو، تر څو چې پاک خداى د هغوى په هکله آيتونه نازل کړل او د هغوى لپاره يې حقوق او امتيازات په نظر کې ونيول. د اسلام ظهور د ښځو لپاره د برکتونو او امتيازاتو سرچينه شوه يو مفسر په دې هکله ليکي: مېرمنه د اسلام له برکته خپلواکه او په نفس متکي شوه د هغې اراده او عمل چې د اسلام تر ظهوره د نارينه له ارادې سره تړلې وه خپلواکه شوه او هغه مقام ته ورسېده چې تر اسلام مخکې يې چا تصور هم نه کاوه. اسلام نن ښځې ته هغه مقام ورکړ چې په هيڅ وخت کې نه و ورکړل شوى خو د دې پوښتنې په هکله چې د اسلام په سرکينيو وختونو کې د ښځې عزت، وياړ او سرلوړي تر کومه موجوده وه يو ليکوال دغه پړاو ډېر لنډ بولي او وايي: د ښځو په اړه د اسلام ليدتوګه هغه د عربو له جاهليته وژغورله او د مېرمنو ټولنيز موقعيت يې له نارينه وو سره يو شان کړ او له حقوقي پلوه يې د هغوي مقام د نارينه وو په شان کړ او د همدغه تفکر او قانون جوړونې په اساس اسلامي ټولنې بڼه خپله کړه چې د اسلام د ګران پيغمبر له وفاته وروسته تر لنډې مودې پورې يې دوام وکړ. دغه ادعا کولاى شو چې په ٢٥٥ ه ق  کال کې جاحظ لومړنى مسلمان پوه دى چې په اسلامي نظام کې يې د نارينه او ښځې د برابرۍ خبره په ډاګه کړې ده دى باوري دى چي ښځي په نبوي ټولنه کې له نارينه وو سره يو ځاى جوماتونو ته تللې خو نن سبا يعني د جاحظ په وخت کې حالات بدل شوي دي او ښځه  تر يوه حده د نارينه په پرتله لږ امتيازات ل� �ي.  جاحظ وايي زه او بل هيڅ هوښيار سړى اوس دا نه وايي چې ښځې د نارينه په پرتله يوه يا دوه درجې ټيټ مقام لري خو داسې نارينه چې ښځې ډېرې سپکوي او هغوي تر ځان ښکته بولي يا د هغوى حقوق تر پښو لاندې کوي.  نوموړى د جبران نظريه غوره بولي او وايي اسلام داسې احکام صادر کړل چې ظاهراً د ښځې په تاوان دي خو په بدل کې يې داسې احکام هم صادر کړي چې هغه جبرانوي او که دغه احکام ښه وڅېړل شي ګورو چې نارينه او ښځې مساوي ح قوق لري ولې د ښځې مقام د نبوي ټولنې په پرتله را ټيټ شو؟ په دې هکله بايد څو علتونو ته اشاره وکړو لومړى د واکم نانو استبداد او ځان منمي ده پر دې سربېره ناسم او غير اصيل دودونه او رواجونه دي د شرعې او دودونو تعارض، تحجر او د روڼ اندۍ ښکارنده هم هغه عوامل دي چې د ښځې مقام او امتيازات يې د نبوي ټولنې په پرتله راټيټ کړل. راځئ چې په دغو درستو عواملو په تفصيل سره وغږېږو استبداد او د واکمنانو ځان منمي هغه عمده علت دى چې ښځې ته يې ډېر تاوان و� �ساوه هغو کسانو چې دغه عامل ته يې پام کړى دى باوري دي چې په حکومت کې استبداد ښځې له اجتماعي موقيعت  څخه محرومې کړې دي او د ځان منمۍ فشار ډېر ښځو ته متوجه دى.  يو مسلمان متفکر قاسم امين  د استبدادي حکومت غلبه په اسلامي ټولنو کې د ښځې د مريي کېدا عامل بولي  هغه باوري دى کله چې استبداد پر ټولنې واکمن وي اغېز يې يوازې په پاچا پورې نه محدودېږي ب� �کي د هغه شاوخوا کسانو او بيا ټيټې پرګنې ته هم رسېږي تر دې چې دغه  بهير په ټولنه کې دود شي او هر زورور  په کمزوري ظلم او تېرى کوي د دغه ډول حکومتونو يوه نتيجه دا شي چې نارينه د خپل جسماني ځواک په مټ  تل ښځې توهينوي. د ښځې د سپکاوي يو سبب اخلاقي فساد دى چې دا هم د استبدادي حکومتونو نتيجه ده، ممکنه ده ځينې کسان دا فکر وکړي چې که په چا ظلم او تېرى وشي په راتلونکې کې به تر خپل لا س لاندې په کسانو ظلم ونه کړي خو تجربې ښودلې ده چې په دغه ډول ټولنو کې فضيلتونه وده نه کوي او له رزايلو پرته د بل شي د ودې فرصتونه نه وي موجود. په دغه ډول ټولنو کې وګړي داسې روزل کېږي چې د قدرت په وړاندې خاضع وي او له ډاره هر کار کوي او په دې ډول روږدي کېږي په نتيجه کې د مظلومې پرګنې په توګه د ښځې حقوق تر پښو لاندې کېږي په دغسې يوه ټولنه کې مېرمنه په ډېرې پستۍ کې ژوند کوي او تل د نارينه فرمانبرداره پاتې کېږي.  ايرانى متفکر ع� �امه طبا طبايي د رسالت په پړاو کې په يهودو او نصاراوو کې د ښځې د ټيټ مقام علت د هغوى د استبدادي حکومتونو له امله بولي. پر دې سربېره د اسلام په  تاريخ كي په ډاګه راغلي چې قانون واکي له لنډې مودې وروسته  ورو_ورو ځاى زور واکۍ ته پرېږدي  او فردي استبداد ورو_ورو ځان څ� �ګندوي او هر څه چې واکمن ووايي هغه د قانون په توګه انګېرل کېږي خوشنونکې خبره خو دا ده چې په هغو حکومتونو کې چې د اسلام په نوم اداره کېدل د حاکم غوښتنو ته ديني رنګ ورکول کېده او واکمن به يې ظل الله باله.  نو په دغه ډول حکومتونو کې د ښځو د مقام خبره نه وي. ځينې کسان  باوري دي چې د ځينو ټولنو � �واجونه او غير اصيل دودونه هم د دې سبب شول چې ښځې خپل پخوانى مقام له لا سه  ورکړي. � �که څرنګه چې تر اسلام مخکې اکثره ټولنې نر واکه وې نو ځينې اسلامي پوهانو هم  له خپلو ټولنو اغيز منلې او له اسلامي حکمونو سره_سره يې اسلامي متنونه د نارينه واکۍ په ذهنيت سره تفسيرول  له بلې خوا اسلامي کلتور د روم او اېران  له تمدن سره مخامخ شو چې په دواړو کې نارينه واک چلاوه نو خپل خلوص يې له لا سه ورکړ.  مسلمان عالم محمد شمس الدين  پر دې ټکې ټينګار کوي چې فقهيان عرف او دودونه د ديني نصوصو د پوهېدو د مرجع په توګه معتب� �ه بولي. په داسې حال چې معلو مه نه ده چې دغه عرف د رسوالله مبارک او امامانو په وخت کې هم موجود و تر څو د شرعي احکامو او م سايلو د درک مرجع وي  بلکې اجمالاً او ځينې وخت په تفصيل سره پوهېږو چې د دغه عرف ځينې عناصر له مستحدثه يا نويو رامنځته شويو عرفونو څخه دي چې اسلام يې نه تائيدوي بلکي د فرهنګي انتقال نتيجه ده چې له نورو دينونو او تمدنونو سره  د اسلامي ټولنې د تعامل له امله رامنځته شوي دي او دغه عرفونه د ديني متنونو د درک او فهم مرجع نه شي کېداى مهدي شمس الدين د ښځې د مقام پيکه کېدل داسي بيانوي:  له دې وروسته چې اسلام د نارينه او ښځې حقوقې او معرفتي مقام يوشان وباله او رسوالله مبا� �ک خپله ټولنه په همدې اساس جوړ ه کړه د سلب کېدا يو ډول تصور رامنځته شو چې د دوو عواملو نتيجه وه:  لومړى د شريعت پرمختللو احکامو ته د خلکو توجه کمزورې شوه ښايي د نارينه واکۍ د تفکر له  امله وي چې ډېره مخينه يې درلوده. دوهم د هغو افکارو او عادتونو اغېز و چې له نورو ټولنو لکه ب� �ېتانيا  فارس او هند څخه يې پر اسلامي ټولنو حمله کړې وه. د دغو دوو عواملو نتيجه دا � �وه چې مسلمانه مېرمنه  يوازې جنسي تميلاتو،اميندوارۍ او د کور کارونو ته محدوده شي او په دې ډول ښځې د نارينه په پرتله ټيټ مقام ته ورسېده او په ټولنيزو مسلو او سياست کې له ګډون او د تعليم له حقه محرومه شوه. په داسې حال کې چې دغه نظر د اسلام له ليد توګې سره توپير لري نو اوس د مېرمنو عيني موقيعت له هغه څه سره ډېر توپير لري چې قران او سنت انځور کړي دي قاسم امين هم غلط دودونه او د جاهليت سنتونه د ښځې د مقام د انحطاط عامل بللي او باوري دى چې د خلکو په ذهنونو کې د جاهليت د وخت عادتونه پاتې دي چې په تثبيت کې يې استبدادي حکومتونو م هم رول درلودلى دى. دغو درستو عوام لو ښځه د مرييتوب، جهالت، او مطيع انسان مقام ته راکوز کړې ده.  د ويلو ده چې دودونو او استبدادي حکومتونو دا ډول د ښځې د مقام په پيکه کېدا کې رول درلودلى دى که څه هم  دوهم عامل تر دودونو ډېر رول لوبولى دى. بل عامل چې د ښځې مقام يې د اسلام تر سرکېنېو وختونو  راکوز کړ له عرف او شرعې سره تعارض و د علومو په برخه کې انسان بدلون او تحول ته چمتو دى او دين هم درست هغه مسايل وړاندي کوي چې انسان په ژوند کې ورسره مخامخېږي  له دې کبله د اوچت اسماني دين  د ما� �کانو په توګه هر مسلمان دنده لري چې له ديني پوهې او فهم څخه غلط دودونه او د جاهليت رسوبات پاک کړي. هغه انځور چې له ښځې څخه په اسلامي ټولنه کې وړاندې کېږي د دې ښودنه کوي چې  يو انحراف شوى دى په دې معنى چې ځيني ديني احکام له غلطو دودونو سره اغښل شوي دي  بايد عرف يو بدليدونكى څيز وبولو نه ثابت شوى يوازې اسلامي قوانين او احکام دي چې نه بدلېږي. د ټولنو اصلي مصلحانو يعنې پيغمبرانو د خپل وخت دودونه او رواجونه اصلاح کړل او نا سمې ليد توګې يې لېرې کړې. په دې ډو ل يې د ښځې حقوق احيا کړل د اسلام ګران پيغمبر (ص) د ښځې او نارينه په يو شان والي کې الهي حکمونه خلکو ته ابلاغ کړل هغه وخت چې نجونې ژوندۍ ښخېدلې د هغه حضرت له لوري يې درناوى وشو، قران مجيد د هغه وخت دودونه بدل کړل او دغه خبره يې وکړه چې د انسانيت په لاره کې  لوړوالى او وده په خاصې پرګنې پورې اړه نه لري او ښځه هم د لوړاوي پوړۍ کچ ته رسېدلاى شي. د حيري شيرازي په باور که که هغه څه چې اسلام ازاد کړي دي د ع� �فونو او دودونو له امله بند کړو بايد د پايلو تاوان ته يې په تمه و اوسو دى وايي هغه څه  چې مهم دي دا دي چې باور وکړو که اسلام د يوې مسلې لپاره کوم صادر کړى وي حکم بيان کړو او اعلان وکړو چې تر اوسه مو د هغه تخصصي لاره نه ده بشپړه کړې اسلام ته ستر خدمت دادى چې دين سخت او مشکل و نه ښيوو او دين ته تر ټو� �و لوى خيانت دا دى چې ووايو د ديني احکامو تر سره کول ناممکنه دي. يو مسلمان عالم وايي په ځلونو مې ليدلي دي چې يو مسلمان په ناپوهۍ کې د هغو دودونو دفاع کوي چې پاک خداى د هغو د حقانيت لپاره هيڅ دليل نه دى راوړى له دې کبله د ټولنې د شعور لوړول په تېره بيا د ديني مسلو په اړه ډېر  اړين دي او بايد سوچه اسلامي احکام له له غير ديني دودونو او عرفونو ليرې کړو چې دا د هر مسلمان ديني او انساني دنده ده په تېره بيا اسلامي م صلحان او پوهان دنده لري چې په دې برخه کې کار وکړي. زموږ په پښتني ټولنه کې هم ډيرې داسې مسلې شته چې بايد ورته پام وشي چې ښځه يې له خپلو ډېرو انساني او اسلامي حقوقو محرومه کړې ده. اوس به پر نورو هغو علتونو خبرې وکړو چې د اسلام د سرکينيو وختونو په پرتله يې په ټولنه کې يې د ښځې مقام ته تاوان رسولى دى. تحجر او جمود پالنه هم هغه عامل دى چې د ښځې اصلي مقام ته يې ډير تاوان رسولى دى چې موږ يې ژوندى مثال د طالبانو په وخت کې وليد په بېلا بېلو ټولنو په تېره بيا په اسلامي ټولنو کې افراطي ليد توګې او ناسمې ګروهنې چې د اسلام په نامه تر سره کېږي  ښځې له خپلو ډېرو انساني حقوقو محرومه کړي دي  په اسلامي ټولنو کې د ښځو حقوقو او حدودو پر علمي اړخ سربېره اعتقادي اړخ پيدا کړى دى يعنې بې اساسو دودونو او باورونو د اسلامي متنونو ځاى نيولى دى او د اسلام د حقيقي اصولو فلسفه هم نه ده توضيح شوې، نو ځکه د ښځې په هکله د اسلامي مقرراتو نتيجه د اسلام د اساس په ضد د تبليغ لپاره په يوې وسيلې بدله شوې ده. دغه فکر چې ښځه يوازې  د کور په ګوټ کې کښېني او حتى په حجاب کې هم د تعليم حق نه لري او بايد له هر علم او کماله محرومه وي  له اسلام سره اړخ نه لګوي او د انساني عواطفو په ضد ده. په کلي ډول هغه کسان چې دين ته ګروهمن کېږي او بيا بيرته منحرفه کېږي تر هغو ډېر ځېږه او انساني ضد وي چې دين يې نه وي منلى خو تر دغې پرګنې منحرفه متدينه کسان ډېر خطر ناک دي. د دغې پرګنې انساني عواطف د ديني عاطفې تر اغېز لاندې راغ� �ي وي او د استاد مطهري په وينا دغه کسان کج سليقه خشکه مقدس بللي. نوموړى وايي تاريخ د دې ښودنه کوي چې تر ټولو بې رحمانه وژلې جنګونه او کړاوونه د همدغو  کسانو له خوا شوي دي  له صليبي جنګونو رانيولې تر ډېرو نورو ستونزو پورې ډېر مشکلات هم دوى راپنځولي دي. څرګنده ده چې د يوه ديني نظام په سيوري کې د دغو ناسمو دودونو او خرافاتو جرړې وباسو. د ځينو پوهانو � �ه لوري  په نالوستۍ کې د ښځې ساتل هم د دغې غلطې  ليد توګې  سمبول دى. محمد غزالي په تحريرالمراة  کتاب کې په اسلامي ټو� �نه کې له يوۀ انحراف څخه داسې سر ټکوي : مسلمانان له ښځې سره په چلند کې د اسلامي شريعت له لارې منحرفه شوي دي او جعلي  روايتونه په دوى کې دود شوي دي له همدې کبله مسلمانه ښځه له دين او دنيا څخه پاتې ده او د غفلت او ناپوهۍ کندې ته غورځېدلې ده. د ښځې تعليم ستره ګناه بولي جومات ته يې  نه پرېږ دي  پردې سربېره د وخت په سياسي حالاتو  خو بيخي نه ده خبره. په داسې حال کې چې ډېرو ديني عالمانو په ټولنه کې د ښځې مقام مهم بللى او وايي: د احصاييو له  مخې ښځه د ټولنې نيمايي برخه جوړوي او که د ماشومانو په روزلو او پر خاوند د هغې اغيز ته پام وشي نو ويلاى شو چې تر نارينه ښځې زياتې دي داپه داسې  حال کې دي چي ښځي تل له افراط او تفريط سره مخامخ دي او ډېر لږ ورسره عادلانه چلند شوى دى. حتى ډېر ځله کله چې ښځي تعليم کوي يوه خطرناک مار ته ورته بللي شوي دي چې زهر خوري. له بده مرغه ډېر پښتانه  ښځې ته سپک نظر لري او هغه نا اهله  مخلوق يې ګڼي چې د خاوند په وړاندې يوه کنيزه ده او هيڅ اختيار او اراده نه لري داسې بوټانو ته ورته ده چې کله خاوند وغواړي نو ليرې يې غو� �ځولاى شي. هغه په کور کې محبوسه وي او د کار يا حتى د علم د حاصلولو له پا� �ه  له کوره بهر نه پرېښودل کېږي. د دوى په گمان پاکه او صالح مېرمنه دوه ځله  له کوره بهر ځي لومړى د پلار له کوره د خاوند کور ته  او دوهم ځل د خاوند له کوره ګور ته. په داسې حال کې چې قران مجيد په کور کې د ښځې اسارت د هغې ښځې سزا ټا کلې چې ناسم کار يې کړى وي او څلورو مسلمانانو پرې شاهدي ورکړې وي د نساء سورې په ١٥ ايت کې   لولو: البته دغه حکم د هغه وخت لپاره و چې د زنا حد لا نه و جاري � �وى دغه ډول ناسمو دودونو په ټولنو کې دومره رسوخ وکړ چې ښځه يې په اسلامي کاتور کې له خپل مقامه ښکته کړه د دغې ناخوالې د علاج له پاره بايد سوچه او دوديز اسلام سره بېل کړو.  رسول الله (ص) مبارک په ټولنه کې د ښځو د شتون په هکله وايي:  کنيزانې هم جوماتونو ته له راتګه مه منع کوئ. په يوه بل روايت کې حضرت محمد (ص) له نارينه وو غواړي چې په جوماتونو کې د ښځو د شتون مخه ونه نيسي هغه مبارك فرمايي: که ستاسو مېرمنو له تاسو اجازه واخيسته چې د لما نځ  له پاره جومات ته ځي نو اجازه ورکړئ. ياده دې وي چې د � �سول الله مبارک په وخت كي جومات پر عبادي مرکز سربيره سياسي او ټولنيز مرکز هم و. دغه روايتونه د دې ښودنه کوي چې په هغه وخت کې ځينو  نارينه وو خپلې ښځې جوم اتونو ته نه پرېښودې او رسول الله مبارک هغوى له دغه کاره منع کړي وو. له دې سره_سره چې مسلمانو عالمانو پرله پسې هڅې وکړې چې انحرافي افکار  ليرې کړي خو تر اوسه پورې ځينې غلط دودونه د نړۍ  د مسلمانانو په تېره بيا د پښتنو په افکارو کې د ديني ارزښتونو په توګه انګېرل کېږي. دغه تريخ واقيعت بايد ومنو چې ډېرو ټولنو عمومي کلتور  حتى د تعليم يافته پرګنې فرهنګ له افرطي ليد توګو اغيز منلى دى او باوري دي چې د پخلي، خياطي او صفايۍ  په څېر کارونه د ښځو دندې دي او که ښځه له دغو کارونو سر وغړوي نو کورنى نظام به ورسره ګډ وډ شي. له بده مرغه په پښتني ټولنه کې داسې خلک هم پيژنو چې په تيورۍ کې يې دغه خبره منلې وي خو په عمل كي ښځه له ډېرو هغو حقوقومنع کوي چې اسلام  ښځو ته ورکړي دي. د اسلام له نظره د ښځې له لوري د کور د کارونو تر سره کول د يوه اخلاقي ارزښت په توګه او له مېړه او بچيانو سره د مينې له امله  دي ګني ښځه د کور د کارونو په بدل کې مزد تر لاسه کولاى شي. يو بل ناسم دود چې په  اسلامي ټو لنه په تېره بيا په پښتنو کې ډېر ليدل کېږي په  يوه ټولۍ کې د مېرمنې د نوم نه اخيستل دي  يعني د ښځې د نوم په اخيستو سره حتى روڼاندي نارينه شرمېږي  په داسې حال کې چې دا د ناسمو تعصباتو نتيجه ده او اسلام هيڅ کله په دې هکله څه نه دي ويلي. استاد مرتضى مطهري په دې هکله وايي: هغه څه چې  وروسته دود شول دا دي د ښځې د نوم اخيستل په يو ډول بې ستري ګڼل کېږي په داسې حال کې چې حضرت محمد (ص) په خپلو خبرو کې تل د خپلو مېرمنو نومونه اخيستي دي. ", په اسلامي ټولنو کې د ښځې د مقام د پيکه کېدو علتونه 3954,شهباز وردګ - کابل," شهباز وردګ  - کابل د حج سفر يو ښكلى او په زړه پورې سفر دى. دا سفر په هر مسلمان ښځه او نارينه باندې چې وس يې ولري په ژوند كې يو ځل فرض دى. ماته وړم كال دا فضليت په نصيب شو او سترګې مې د مكې معظمې او مدينې منورې په ليدلو مشرفې او بختورې شوې. زه فكر كوم چې د دغه نېكمرغه سفر په شپو ورځو كې هر مسلمان له ځانه سره د خپل تېر ژوندانه يو بېلانس جوړوي، خپل (نيك) او (بد) اعمال تلي او پرېكړه كوي چې نور به نو د خپلو نيكيو، محاسنو او مثبتو اعمالو وزن زياتوي او له نارواوو، غلطيو او قبيحه اعمالو څخه به خپل ځان ساتي.ما وړم كال د حج د سفر په ورځو كې له ځانه سره فيصله كړې وه چې كله كابل ته ستون شوم، هلته به دهغه افغانانو په هكله چې په سعودى عربستان، افغانستان يا نوره نړۍ د خپلو وروڼو او خويندو په چوپړلګيا دي هرومرو څو مقالې ليكم، رښتيني خدمتګاران به ستايم او هغه كسانو ته به د هدايت غوښتنه كوم چې په دغه برخه كې نا غيړي كوي او لكه څنګه چې ښايي هغسې فعال نه دي او خپل خلك او خپل ګران وطن يې څه نا څه هېر كړى دى.اوس دا خبره همدلته پرېږدم او راځم دې مسالې ته چې څنګه وروسته له څو ميا� �تو څخه بيا دا مساله راياده شوه او ليكلو ته اړ شوم. زه د جون په 26 نېټه د اروپا په سفر راووتم او دوه اوونۍ مې د المان ، هالند، بلجيم (بلژيك) او فرانسې په هېوادونو كې تېرې كړې. ددغه هېوادونو اقتصادي، ټولنيز پرمختګ دومره بېسارى دى چې په افغانستان كې يې ډېرو افغانانو ته شرحه هم ستونزمنه او نه منونكې ښكاري، خو هغه څه چې زه يې په دغه سفر كې خوشاله وساتلم، د افغان بېسيم هغه ټلیفون و چې د (رومنګ) سرويس له لارې په اروپا كې فعال و او زه يې له خپلو خپلوانو او دوستانو سره په افغانستان او نړۍ كې نښلولى وم.د حج په موسم كې كله چې زموږ آريانا الوتكه د عربي م تحده اماراتو د راس الخيمې په هوايي ډګر کې راښكته شوه او ما خپل افغان بېسيم ټلیفون روښانه كړ، د نوموړي هېواد د اتصالاتو شبكه ETESALAT په شلو ثانيو كې راورسېده او زما ټلیفون د اتصلاتو له لارې فعال شو. كله چې د جدې هوايي ډګر ته ورسېدو، همداسې وشول او زما ټلیفون د سعودي عربستان د (Mobility) شبكې سره په څو ثانيو كې وصل شو او هغه ټوله موده چې زه د هغه هېواد د مدينې، مكې او جدې په ښارونو كې وم، زما ټلیفون فعال و او هماغسې آسانه كار يې كاوه لكه زه به چې په كابل يا كندهار كې وم.او اوس چې اروپا ته راغلى وم، زما ټلیفون په المان كې د T-Mobile D، په هالند كې د KPN- NL او په فرانسه كې د  France - M  ټلیفوني (موبايل) شبكو له لارې فعال و. د بلجيم د ټليفون نوم رانه هير شوى د� �.دا ټوله كيسه مې ځكه وليكله چې ما پرېكړه وکړه چې خپل هغه تصميم عملي كړم چې د حج په وخت كې مې نيولى و او هغه دا چې خدمتګاره افغانانو ته د خپل ارادت پيرزوينې وړاندې كړم. هغه څوك چې افغانانو ته د لومړنيو او پراخو مخابراتي خدماتو وياړ ور په برخه دى، د دغه لست په سر كې راځي او هغه د افغان بسيم مخابراتي شركت موسس او پانګه وال ښاغلی انجنيراحسان الله بيات دى. بيات په داسې كلونو او حالاتوكې په افغانستان كې د پانګې بندولو او كار کولو ته ملا وتړله چې نورو كسانو لا دغه هېواد ته سفر نه كاوه او ډېرى د تېښتې په حال كې و. بيات په داسې شپو ورځو كې په افغانستان كې د ټلیفوني خدماتو د وړاندې كولو كار پيل كړ، چې زموږ ځینې هېوادوال به ګاونډيو هېوادونو ته تلل (لكه پاكستان) او له هغه ځايه څخه به يې ټليفونونه كول.د افغانستان د ځينو ليرو پرتو سيمو غريبو افغانانو خو په هغه وخت كې د ټلیفون خوب هم نه شواى ليدلاى.په هر صورت د ښاغلي بيات او نورو هغو افغانانو چې په ډېر حساس وخت کې یې په ټولنه کې نوښتونه رامنځ ته کړي، لکه خدای بښلی عبدالمجید خان زابلی چې په افغانستان کې یې د نوي اقتصاد بنسټ کېښود، افغانانو ته د هغوی خدمات او نوښتونه ډېر د قدر وړ دي، ځکه دوی د خپل خوار وطن افغانستان خلكو ته خدمات وړاندې كړي دي. دا كار هم اخروي اجر لري او هم يې خلك په دنيا كې نه شي هېرولاى او د دغه كسانو نومونه به د افغانستان د اوسني تاريخ په پاڼو كې په زرينو كرښو باندې ليكل كېږي.كله به چې د اروپا د سفر په ورځو كې ځينو ا� �وپايانو له ما څخه په ډېر تعجب پوښتنه كوله چې ستا افغاني ټلفون دلته هم كار كوي، ما به وياړ كاوه چې ورته ووايم (هو!) اوس غواړم دلته دا خبره ياده كړم چې دا وياړ اصلاً د افغان بېسيم په كار كوونكو او د دغه شركت په موسس او پانګه وال ښاغلي بيات پورې اړه لري چې موږ ته يې دغه ستره آسانتيا برابره كړې ده. نا ويلې دې نه وي پاتې چې د افغانستان د ټلیفون د دوهمې شبكې (روشن) ټلیفونونو هم په المان، هالند او بلجيم كې د (رومنګ) له لارې كار كاوه، د افغان بېسيم په هكله خو ويل كېږي چې د نړۍ په 70-80 هېوادونو كې فعال دى. كه دا خبره رښتيا وي، نو بې له شكه چې ستر برياليتوب دى او موږ بايد پرې ووياړو! او له نورو ښاغلو مستعدو افغانانو څخه غواړو چې دوی هم ورته ګامونه پورته كړي او خپل هېواد او خپلو هېودوالو ته د غوره خدمتونو وياړ تر لاسه كړي. ",ښايي نور افغانان هم ورته ګامونه پورته کړي 3955,," د ارزګان د چارچينو ولسوالۍ کې د ائيتلاف ١ عسکر مړ او ٢ تنه نور ټپيان شوي دي .ائيتلافى ځواکونو په يوه خپره شوي پاڼه کې منلې چې دعملياتو په ترځ کې نوموړى سرتيرى مړه او ټپيان شوي .له دې وړاندى هم په ارزګان کې د ائيتلاف يو عسکر مړ او ١١ تنه ټپيان شوي وو. يو طالب وياند ادعا کړې چې پرون ناوخته يې ٥ تنه ائيتلافى عسکر ارزګان کې وژلى دي . ",ارزګان کې د ائيتلاف ١سرتيرى مړ او ٢ نور ټپيان شوي 3956,," طالب جنګياليو د دوى په وينا ٥ تنه داړه م ارن د سه شنبې په ورځ د هلمند د بهرام چه سيمه کې په دارځړولى دي . طالب وياند قاري يوسف بينوا ته وويل ( نوموړى کسان چې په خپلو جرمونو يې اعتراف کړى د طالبانو د محکمې دشرعى پريکړې له مخې اعدام شول) . ",طالب جنګياليو هلمند کې ٥ تنه په دار ځړولى 3957,," د لبنان لومړى وزير سينيوره په خپل هېواد کې د جګړې د ډير ژر بنديدو غوښتنه کړې او له نړيوالې ټولنې يې غوښتى چې د لبنان لاس نيوى او مرسته وکړي .ده ويلى داسرائيلو د ب� �يدونو او جګړې له امله يې هيواد کنډواله شو او په تير څو ورځو کې ٣٠٠ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى او تر ١٠٠٠ ډير کسان ټپيان شو ي دي . نيم ميليون لبنانيان له خپل هېواد څخه وتلى دي . خيريه ټولنو د لبنان حالات ترينګلى او خواښونکى بللى دي .د څښاک اوبه او روغتيايى خدمتونه په کميدو دي . تير ماښام هم اسرائيلو ٢٣ ټنه بم په دغه هېواد غورځولى او په پرونيو بريدونو کې ٦٢ تنه لبنان کې وژل شوي دي. . ",سينيوره : لبنان کنډواله شو 3958,," هغه ٢٣ کلنه تايلندى ميرمن چې دوه رځې وړاندې له پاکستان څخه افغانستان راغلې وه ، نن د کابل هوايى ډګر کې د هيروئينو د قاچاق په تور د افغان سرحدى پوليسو له خوا ونيول شوه .د هوايى ډګر د پوليسو مشر ويلى نوموړې ميرمن د هيروئينو ٨٠ کپسول خيټه اود بدن په نورو برخو کې ، چين ته د قاچاق او ليږد په موخه ځاى پرځاى کړي وو.نوموړى وويل تراوسه سرحدى پوليسو د کابل هوايى ډګر کې ٦٠ کيلو ګرامه هيروئين ترلاسه او ٣٥ تنه يې د قاچاق په تور نيولى دى. ",يوې تايلندىميرمنې خيټه کې هيروئين ليږدول 3959,," محم دعمر واحديار/كندهار   د روان لمريز كال د چنګاښ د م ياشتي پر ۲۸ چي د عيسوي زېږديز د جولاى له ۱۹مي سره سمون خوري د DNC موسيسې له خوا د كندهار و ښووني او روزني رياست ته څلور م كتبه رسماً وسپارل سوه. د غونډي مراسم د كندهار ښار په محمود طرزي ښوونځى كي د غرمې پر ۱۱ بجې د قرانكريم په تلاوت سره پيل سوه. وروسته د كندهار د ښووني او روزني رئيس حيات الله رفيقي پرانيستونكې وينا وكړه، نوموړى د جاپان د خلكو له مرستي څخه د منني ترڅنګ، د دې ښوونځيو پر جوړښت او تخنيكي اسانتياوو وږغېدئ چي په ډېر عصري ډول جوړ سوي دي. وروسته د يادي سوي موسيسي ساحوي انجينر محمدقاسم زهيري د خپلي پروژې په اړه معلومات وركړل، ده وويل چي د دې پروژې كار د DNC (Dai Ninppon Construction) � �ركت له خوا د SSC  (System Science Consultant) شركت په مشوره د ۲۰۰۵ كال د مى په مياشت كي د جاپان د خلكو په مرسته د اته سوه زره امريكايي ډالرو په لګښت پيل سوى وو. د ده په وينا د پروژې د لومړي پلان له مخي په څلورو ښوونځيو كي د � �پږو تعميرونو جوړول شامل وه، چي هر تعمير يې لس_لس ټولګۍ لري. چي له هغو ځني په محمود طرزي او ميرويس نيكه ليسه كي د دوو_دوو تعميرونو، په احمدشاهي اول او شهيد عبدالاحد كرزي ښوونځيو كي يې د يوه_يوه تعمير په جوړولو كار بشپړ سو. ده وويل چي د دې پروژې په دوهم پلان كي د درو ښوونځيو چي په ډنډ كي د فاضل كندهاري، د كندهار په عالي دارالمعلمين كي د تجربوي ښوونځى او په لويه واله كي د شهيد عظيم الله ښوونځى د تعميرونو جوړول شامل وه. خو په ډېر تاسف سره يې وويل چي بنسټيز كارونه يې لا پيل سوي دي، مګر په كندهار كي د و� �وستيو امنتي ستونزو له امله يې كار نيمګړى پاته سو. وروسته د كندهار امنيه كومندان مل پاسوال عزيز وردګ د ښوونځيو پر امنيتي ستونزو خبري وكړې او ژمنه يې وكړه چي د ښوونځيو د امنيت ساتلو لپاره به هيڅ ډول مرسته و نه سپموي. غونډه د دوعايي په ويلو سره د غرمې پر يوه بجه پاى ته ورسېده، پاته دي نه وي چي په مراسمو كي د كندهار پر نورو ولايتي چارواكو برسېره د اط� �اعات او كلتور رئيس عبدالمجيد بابي هم ګډون كړى و.                          د كندهار د ښووني او روزني رئيس حيات الله رفيقي او امنيه كومندان عزيز وردګ                                         د جاپان د خلكو په مرسته د محمود طرزي نوى جوړ سوى ښوونځ� � ",په كندهار كي د جاپانيانوله خواڅلور ښوونځى جوړسول 3960,," د فټبال نړيوالي ادارې (FIFA) د فرانسې د فټبال ټيم كپتان زين الدين زيدان د هغه د وروستۍ غير قانوني كړني له امله£ 3,260 پاونډوجريمه او په درو لوبو كي له ګډون څ خه منع كړ. زين الدين زيدان د ۲۰۰۶ م كال د فټبال د نړيوالو اتلوليو تر ټوله غوره لوبغاړى ګڼل سوى، او په طلايي ګيند (Golden Ball)  ووياړل سو. خو له اېټاليا سره د فاينل لوبي په وروستيو شېبو كي هغه وخت له لوبي و ايستل سو چي نوموړي د ايټاليا لوبغاړى ماترازى په سر وواهه. د زيدان دې عمل د لوبي نندارچيان ټول هېښ كړل. خو تر لوبي درې ورځي وروسته زيدان د فرانسې ملت ته په وينا كي د خپل ترسره سوي عمل بخښنه وغوښته، خو زياته يې كړه چي دى پر خپله كړنه پښېمانه نه دى، زيدان د سر غورځولو علت د ماترزاي له خولې پوچ پاش وباله، ده وويل چي ماترازي يې د مور او خور سپكاوى يو ځل نه بلكي څو ځله وكړ. د يادوني وړ ده چي فيفا د ايټاليا لوبغاړى ماترازي هم پر خپ� �ه كړنه£2,170  پاونډوجريمه او په دوو لوبوكي له ګډون څخه منع كړ. ","زين الدين زيدان£ 3,260 پاونډوجريمه سو" 3961,"محمديوسف خدمتګار","  افغانه پوه نه شولې  چا ګودرونه وسول = چاديدنونه وسول  چا مو باغچې تالاکړې = چا موګلون وسول افغانه پوه نه شولې دچاسرونه وسو� �  چادريابونه وسول = چا مو لوړغرونه وسول څوک مو تاريخ لوټوي = چا مو قبرونه وسول افغانه پوه نه شولې دچا سرونه وسول  څوک مو رواج خرڅوي = چا هنر ونه وسول  څوک را له  ژ بې تړ ي = چا تا� �يخونه وسول ا فغا نه په نه شولې دچاسرونه وسول  چا د حيا  پړ و ني =  چا څا درونه وسو� �  چا موباميان وران کړل= چا يادګارونه وسول افغانه پوه نه شولې دچا سرونه وسول  چام وکابل ړنګ کړو= چامو تختونه وسول  چا هم دچا بدل کې = ښکلي ښارونه وسول افغا نه پوه نه شو� �ې دچاسرونه وسول د ا ټول د څه  لپاره = چئ ورونوورونه وسول وچ او لامده وسولو=  ز اړه دو دونه وسول افغانه پوه نه شولې دچاسرونه وسول چا  د احمد  د لنګۍ = ستر ستر ولونه وسو� � چا دمحمود غزنوي=  دتخت لالونه وسول افغانه پوه نه شولې دچا سرونه وسول  چاد هوتک دتدبير = درازرازونه وسول  چا د اکبر شجا عت = ستر غورزنګونه وسول افغانه پوه نه شولې دچا س� �ونه وسول چا دخوشال په غيرت = مغل ميړونه وسول چا درحمان په خصلت= لوي تاړاکونه وسو� � افغانه پوه نه شولې دچا سرونه وسول  که ته ترې ځان خبرکړئ = ستا اولادونه وسول  دکوم پردي په دستور= ستا يادګارونه وسول افغانه پوه نه شولې دچاسرونه وسول  ته لر اوبر وسولې = ستا اندامونه وسول  چا په هنر وسولې  = سوچ اوفکرونه وسول افغانه پوه نه شولې  دچاس� �ونه وسول  له خوبه ځان بيدارکړه = سترمنزلونه وسول  هم دې اولادتباه شو = هم دې پلرونه وسو� � افغانه پوه نه شولې دچا سرونه وسول دخدمتکار واوره = ستا تاريخونه وسول  که سره يو نه شولې = ستا بنيادونه وسول افغانه پوه نه شولې دچا سرونه وشول ", افغانه پوه نه شولې 3962,صديق الله بدر، كابل,"  د سترګو شپول  له زړه نه سترګو سره مينه لرم  وړوكي كلي كې ښارونه ساتم د انتظار د غشو نښه دې كړم د شوګېر شپول كې چې خوبونه ساتم لا چې � �اځې ته د اغزو موسم كې لا به په سترګو كې ګلونه ساتم د اوښكو مخ وروړم ګردونو ته چې  زه په دې لارو كې پلونه ساتم دا خو چې ښكليه څراغان دې خوښ دي له مينې زړه كې پر هرونه ساتم  1378-2-12 ", د سترګو شپول 3963,," دډاکټرحنیف په نوم یو کس چي ځان دطالبانو ویاند معرفي کوي  بېنوا ته وویل چي پلویانو يې  تیره شپه د کڼړ په پیچ دره کي د ترړې په سیمه کي دامریکایي ځواکونو پر مرکز برید کړی چي وروسته برید په جګړه بدل شوی  چي تر اوسه  (۸:۳۵  دسهار ) پوري دوام لري . هغه دواړه لوري ته  د وراوښتي زیان په اړه معلومات ورنه کړل . بل پلوپه کابل کي د ایتلافي ځواکونو ویاندي ( لورینس ) بېنوا  ته په سیمه کي د  تیري شپې د برید خبره تائید کړه  خو هغې زیاته کړه چي ځواکونو ته يې کوم ځاني او مالي زیان نه دی رسیدلی   ",طالبانوپه پیچ دره کي دسختي جګړې خبر ورکړی 3964,ميرويس جلالزې," مولوي محي الدين بلوچ  چې د حامد کرزي � �ه خواه د افغانستان سويلي ولايتونو ته د هغه هيت په ډله کي تللې وو تر څو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي په اړه معلوم ات راټول کړي وايې چي د ترينکوټ په ښار کې د ايتلافي ځواکو په بريد کې لږ تر لږ ١٠ تن عام وګړي مړه شوي او ٢٧ تنه نور ټپيان شوي وو. بلوچ وويل د ټپيانو په ډله کې ١٣ ميرمنيې ، ١٢ ماشومان او دوه نارينه شامل وو. هغه دا هم وويل چي د ايتلافي ځواکو د بمباريو په مهال ٢ ملکي کورونه هم نړيدلي دي چي پکي ٨ تنه مشکوک طالبان هم له مينځه تللي. ",په ترينکوټ کي د ملکي وګړو مړينه تايد شوه 3965,ميرويس جلالزې," د نومړي هيواد دفاع وزارت د يو بيان په خپرولو نن خبر ورکړ چې  دا پيښه د ګزمي پر محال له يو ځآي پر ځاي شوي ماين څخه رامنځ ته شوه. تر اوسه ندره روښانه چې د ټپي سرتيرو دقيقه شميره څو تنه ده . اسټراليا څه باندي ٣٠٠ سرتيري په افغانستان کې لري. ",په افغانستان کي يو شمېر استراليايي سرتيري ټپيان شوی 3966,ميرويس جلالزې," دا ټکي د نومړي تړون عمومي منشي يوپ ديهوپ شيفر له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په يوه ګډه خبري غونډه کي څرګند کړ. شيفر وويل چې دوي په افغانستان کې ماته نشي منلاي او تر هغه به دلته پاتي شې چې طالبان اود القاعدي پاتې شوني نه وي ورک شوي. ناتو وايي د دوي د سرتيرو ماموريت د افغانستان په سويل کې ډير خطر ناک ده خو دوي د دي توان لري چي ډير پرمخت� �لي وسايل هلته وکاروي او خامخا به بري د د وي وي. شيفر په يو ناڅاپي سفر نن د افغانستان سويل ته ورسيد او هلته يي له ميشته خپلو پوځي قوماندانانو سره هم خبري وکړي. ",ناتو:په افغانستاني کې خپل سرتيري دوابرابره کوو 3967,"م يرويس جلالزې"," په افغانستان کې ميشته ايتلافي ټلواله وايې چې د افغانستان په ختيځ کي د دوي له خواه د غرني زمري په نامه  پيل شوى عمليات چې اوس پاي ته رسيدلي نو دوي د خپلو مخالفينو دځواک د کم زورولو لپاره نوي عمليات پيل کړي چي د غره د اوزګوړي په نامه نومول شوي دي. ځواکونه وايې چي د غره زمري يو قهر جن  ژوي ده نو اوزګوړي بيا يو بي غرضه ژوي ده چي له هيڅ چا سره کار نلري .  نو دوي هم د دي ژوي تر نامله لاندي بي غرضه عمليات پيل کړي هغه دا چې دوي د افغانستان له کاپيسا و� �ايت څخه ملکي وګړو ته د مرستي ورکوني لړي پيل کړي او په دي مرستو کي جامۍ ، شودۍ. چاکليټ او داسي نور د اړتيا وړ شيان شامل دي. ويل شوي دا عمليات به هان د نورستان تر ولايت پوري ورسيږي. ",د غره د زمري ځاي د غره اوزګوړي ته وسپارل شو 3968,," هندي پوليسو ممتاز له م مبيي څخه، خليل عزيز او كمال د بهار ايالت له مدهوبنى سيمي څخه په دې تور نيولي دي چي د ممبيي په وروستيو چاودنو كي يې لاس وو. په پام كي نيول سوې ده چي نوموړي كسان به نن د جمعې په ورځ محكمې ته وړاندي سي. دوى درې واړه د هندوستان د زده كوونكو د غورځنګ Students Movement of India) ( غړي دي، پوليس وايي حتمي نه ده چي چاودني دي دوى كړي وي خو ښايي مرسته يې ورسره كړې وي.  د جولاى د يوولسمي ورځي له اوو پرله پسې چاودنو وروسته چي ۱۷۵ كسه مړه او لږ تر لږه ۷۰۰ كسه پكښي ټپيان سوه، دا لومړني كسان دي چي د پوليسو له خوا نيول كېږي، خو دا لا معلومه نه ده چي د يادوو سوو كسانو نيول به څومره پر ځاى وي.                               & nbsp;                               ",د ممبيي د چاودنو په تور درې كسه نيول سوي دي 3969,ژباړونکئ : هدايت الله هدايت," ژباړونکئ :  هدايت الله هدايت دماډلين البرايټ سره د نيوز ويک خبري اتري     د نيوز ويک مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې د امريکا د بهرنيو چارو د پخوانۍوزيري ماډلين البرايټ سره چې همدا اوس د پيوPew دپروژې رئيسه ده ( هغه پروژوه چې په ټو� �ه نړۍ کې د عامه افکارو د نظر سنجولو کاريې پر غاړه دئ )   دغه لاندي مرکه تر سره کړېده چې ژباړه يې يو ځای سره  وايو  :   • په لومړي سر کې  د اسرائيل او لبنان تر مينځ  د دغه  روان  دښم نانه اقداماتو په هکله ستاسو نظر څه دی ؟   ډېرخطر ناک دی او زه بېحده پرېشانه يم . که څه هم نسي کېدلای  په ټولو جاري پېښو کې د امريکا غندنه و سي خو بايد وويل سي چې د عراق نه پرته د مينځني ختيځ په مسئلو کې  زموږ بې پروايي دوضعي د سمونتيا سره مرسته نه ده کړې . زه ددې � �انجې د څو اړخيزه تأثيراتو څخه يعني په مينځني ختيځ کې ديوه سراسري خشونت څخه ډېره اندېښمنه يم . هيله ده چې داسي نه وي، خو پر دې بېرېږم چې عراق به د امريکا و بهرني سياست ته په يوې ډېري لويي فاجعې باندي را واوړي حتی د ويټنام تر فاجعې لا بدتره .البته دا نه د قربانيانو په خاطر بلکه د نااټکل سوي عواقبو له نظره او د سيمي په ټوله خواوو کې د هغه د پراخېدو له کبله .  په دې کې شک نسته چې په دې  وخت کې ايران داسي  ښکاره سوی دئ چې  کولای سي د پېښو پر بهير باندي    تأثيرات ولري . • يعني تاسو واياست چې دغه ټوله  په داسي حال کې پېښيږي چې په ظاهره  د بوش د دولت د بهرني سياست   موضع، د بدلون په حال کې ده  . په حقيقت کې د بوش پر دولت باندي ګاهي واقعيت ګرايې  غلبه پيدا کوي ، هغه هم په داسي وخت کې چې  د ډيپلوماټيکو لارو چارو ته اړتيا پيداسي .دولت اوس ودې ټکي ته پام سوی دئ چې په نړۍ واله ټولنه کې ، لږ شاني همکاري هم يوه بنيادي مسئله ده  خاصتاً د شم الي کوريا او دايران سره د ستونزو دحل دپاره . زما په عقيده که دولت د خپلي رايي څخه را کښته سوی دئ خو لا تر اوسه يواړخيزه لوری لري او ډېر هغه مسائل چې امريکا بايد هغه تر سره کړي، په کافي اندازه پاملرنه ورته نه کيږي .   • ددې بدلون علت څه دئ؟  هيڅ شئ  نه وو بريالي . په بېلابېلو عرصو کې چې امريکا په هغه کې لاس درلود او ډيري پر مختياوي يې تر ﻻسه کړي وې . خو  په پای کې داټوله  د عبرت وړ دي .   • آيا د امريکا دولت  بايد   دايران سره مخامخ خب� �ي اتري  ولري ؟ بايد ووايم چې په هغه ناسته کې چې د مي په مياشت کې جمهور رئيس بوش د هغو کسانو سره درلودله چې زه هغوی « پخواني اشخاص»  بولم يعني د دفاع او خارجه وزيرانو ،ز ما د  يوه وړانديز په هکله  چې   د ايران سره د مستقيمو خبرو پر مورد باندي د حکومت  د اړتيا په هکله وړاندی کړی وو، ټينګار وسو.  دا نه يوازي د يوې  وظيفې د انجام پاره هغسي چې د جمهور رئيس د مرستيال په حواله نقل سوې  وي بلکه په دې خاطر چې زه د خپلو غوښتونو انتقال  په مستقيم ډول مهم  ګڼم .   • شمالي کوريا په رشتيا د بوش دپاره د ستونزو باعث ګرځېدلې ده ؟ زما په ګمان د بوش دولت هغه دندې چې بايد تر سره کړي ئې وای عمل ئي ندی ور باندي  کړئ . کله چې موږ دولت پرېښود نو د شمالي کوريا سره د مذاکرې په نيمايې کې وو.موږ بايد ګوندي مسئلې يوې خواته پرېږدو او کارونه دهغه ځايه را شروع کړو چې هغي بلي ډلي پای ته رسولي وي . او په پای کې ټوله د هغه څه د تطبيق د پاره تلاښ و کړو چې د امريکا لپاره بهتره وي . د بوش دو� �ت  ديوه سره په ټولو کارو کې بدلون راووست ، د مخامخ خبرو لوری   د څو اړخيزه خبرو وخواته واوښت . زه فکر کوم چې د شمالي کوريا په اړه به ښايې داغوره وي چې  دوه اړخيزي خبري دوام پيدا کړي .   • آيا د پوتين د کړو په هکله  د بوش د سټراټيژۍ سره موافق ياستی؟ د اتو غټو صنعتي هېوادو د سر مشريزي د ناستي د تحريم سره موافقه نه وم . دغه ناسته و جمهور رئيس ته دا فرصت ورکوي څو هغه څه چې پر هغه باندي باور لرو بيان کړي . هغه هم نه يوازي مستقيماً و پوتين ته بلکه و ټولو رئيسانو ته . زه دا پوښتنه کوم چې آيا بوش نبايد د پوتين و سترګو ته په دقت سره وګوري ځکه چې پوتين ډېر زيرک سړی دئ او داسي  ښکاري لکه پخپله چې غواړي  وښکاري . هما غه ډول لکه  جمهور رئيس ريګن چې به ويل « باور ولره، خو څېړنه وکړه . »   • آيا سپينه ماڼۍ لږ ايډيالوژيکه او زياتره کاري سوې ده ؟زما په ګمان تردا اوسه پوري  دغه دولت تر ډېره حده ايډيالوژيک دئ . و هغه دوو ناستو ته په پاملرني سره چې په سپينه ماڼۍ کې ما برخه پکښې اخيستې وه، زه داسي احساس کوم چې دغه دولت اوس  هم  داسي باور کوي چې  صحيح جوابونه يې په اختيار کې دي  . دولت په هر  مسئله  کې د هغه  دتوان په اندازه سره  پر ځان باندي اعتماد درلودل ،د کارو  د کاملي مجموعې و حرکت ته ضرر رسوي . په تيرو پنځو کلو کې مې  د وضعي په هيڅ يوې خوا کې هيڅ ښه والی  و فکر ته نه راګرځي .  يو د هغو کارو څخه  چې زياته اندېښنه  را پاروي  هغه،  هغه اعتماد دئ چې د بوش دولت ئي پر خپل ځان باندي لري . هغه هم په داسي  حالت کې چې  هغه په دې باور دی  چې خدای  يې تر څنګه  ولاړدئ او  کاملاً يوه مخکې تر مخکي ټاکلې لاره  وهي . ځکه نو هر کله چې د الف  طرحه ماتې وخوري  نو په بدل کې يې  د ب لپاره  هيڅ بله طرحه نلري  او دا يو ايديالوژيک لوری دئ  . ",البرايټ : سپينـــه مـاڼــۍ بـديـــلـه طـرحـــه نـــلري . . . 3970,عبدالهادي حيران," عبدالهادي حيران د پېښور په خېبر بازار کې د اردو ساينس بورډ په نوم د کتابونو يوه لايبرېري ده اړ ددې لايبرېرۍ په مينځ کې يو هال دى. دې هال کې نهه لس کسان د ښار د پُرشور ژوند نه بې غمه د خپلو خيالاتو په دنيا کې ډوب ناست دي او يو بل سره د يوې سپېڅلې جذبې اړ م ينې په تړون د خيالاتو تبادله کوي. دوئ کې يو د نظامت چارې سنبال کړې دي، يو ددې غونډې مشري کوي او يو خپله تخلي� �ي، تحقيقي يا تنقيدي فنپاره دوئ ته وړاندې کړې ده، ددې لپاره چې دوئ يې کره کتنه وکړي. دوئ کې يو تن د غونډې د مشر نه اجازت اخلي او بيا په فنپاره د خپلو خيالاتو څرګندونه کوي. بل ملګرى يې د هغۀ سره اختلاف کوي او خپله خبره پخپل دليل سره ثابتوي خو دا اختلاف وي مخالفت نۀ وي. دغسې يو علمي او ادبي بحث جاري وي. يوملګرى دا بحث ليکي او د تاريخ او راروانو نسلونو د استفادې لپاره يې محفوظوي. په اخره کې د غونډې مشر د ټول بحث نه يوه نتيجه اخلي، خپل تاثرات هم ورسره ملګري کوي او د فنپارې د معياري يا غير معياري په هکله خپله رايې ورکوي. وروسته مشاعره کېږي او غونډه کې شريک ټول ملګري يو بل ته خپل نوي يا زاړۀ شعرونه اوروي.دا د نن سبا د پښتو د ادبي ټولنو اوجرګو د تنقيدي غونډو يوه نقشه ده. دا غونډې د باجوړ ايجنسۍ غوندې وروسته پاتې سيمو نه امريکې غوندې ماډرن هېواد پورې چ� �ته هم چې پښتانۀ مېشت دي او د شعرو ادب يو څو لېوني پکې شته، هلته کېږي. امکان لري چې ځينو ځايونو کې يې روايت، اصول او طريقه کې څۀ نه څه بدلون هم وي خو په عمومي توګه د پښتو ژبې، ادب اوثقافت يو لوي خدمت په هم دې طريقه روان دى او ډېر شاعران ورسره د خپلې خپلې دلچسپۍ مطابق په مختلف قسمه سرګرميو کې بوخت دي. ددې نه علاوه مختلف قسمه مشاعرې هم د پښتنو شاعرانو د دلچسپۍ يو اهم مصروفيت دى.د تنقيد او مشاعرې اغازپه ادبي فنپارو د تن� �يد او د شاعرانو د راغونډېدو او مشاعرو کولو د روايت کوم ليکلى تاريخ خو نشته چې دا د کوم وخت نه شروع شو او څ نګه يې وده وکړه. البته د نړۍ د ټولو نه پخواني شاعر هومر په هکله ويل کېږي چې هغه په سترګو ړوند و، د يونان د م ختلفو ښارونو په لارو کوڅو کې به ګرځېده او چې خلک به ورته راغونډ شول نو خپل شعرونه به يې ورته اورول. د علم و ادب او شعرو شاعرۍ د فن په توګه پېژندنه هم د لومړي ځل لپاره په يونان کې وشوه او اګر چې افلاطون د شاعرۍ غندنه کړې وه خو د ارسطو په دور کې د علم و ادب د زده کړې او خوريدنې لپاره ادارې جوړې شوې او د شعرو شاعرۍ او ادب په هکله ډير څۀ وليکلى شول.په وروستو دورونو کې چې کله مونږ د عربي شاعرۍ تذکره ګورو نو وئيلى شي چې د اسلام نه لږ د مخه د امراء القيس په دور کې به يو شاعر خپل شعرونه د ښار په لويه دروازه وليکل او بيا به ځينو خلکو هغه صرف لوستل او ځينو به پرې باقاعده بحث کولو او کره کتنه به يې ورله کوله. په دروازه زوړند کړى شوي شعر ته به يې "" معلقه "" ويله او ددغه دور اوۀ ""معلقې "" د""سبعه معلقات"" په نامه په خپل اصلي حالت کې تر اوسه پورې راپاتې دي.فارسۍ او اردو کې د غونډو او مشاعرو روايتپه هند کې لومړى په فارسۍ او بيا په اردو ژبه کې د مشاعرو يو مضبوط � �وايت جوړ شو اړ ډيره وده يې وکړه. ددې روايت د مضبوطېدو لويه وجه دا وه چې د وخت بادشاهانو پخپله هم په دغو ژبو کې د شعر و ادب ذوق لرلو او د شاعرانو، اديبانو او پوهانو پوره سرپرستي يې کوله. په هغه وخت کې چونکې د ساينس او ټيکنالوجۍ او د ميډيا دور هم نۀ و نو د نن پشان اخبارونه او مجلې نۀ وې. نو د شعر و ادب د خوريدنې او ددې د شوق او � �وق د پوره کېدو يواځينۍ ذريعه مشاعره وه. او دومره لويې لويې مشاعرې به کېدلې چې زرګونو خلکو به پکې ګډون کولو. م� �اعره کې د ګډون کولو لپاره به باقاعده ټکټ اخستلى شو او شاعرانو ته به د کلام ويلو حق الزحمه ورکولى شوه. په دغو وختونو کې د استاذۍ هم يو لوي دور و. مشران شاعران چې د استاذۍ ولسي سندونه به يې لرل او په شعروادب کې به د هغوئ هره خبره د کاڼي کرښه وه، نو د هغوئ به زرګونه شاګردان وو. او يو نوي شاعر به تر هغه وخته پورې په مشاعره کې خپل کلام نۀ اورولو تر څو چې به يې د استاد نه پرې اصلاح نۀ وه اخستې. شاګردانو به د استادانو په اصلاح فخر کو� �و او هغه به يې تر عمره عمره ياد ساتلو. په دې طريقه اول په فارسۍ او بيا په اردو کې د مشاعرو يو ډير مضبوط روايت پاتې شوى دى. او اګر چې اوس هم دا سلسله جاري ده خو د ميډيا لامحدوده وسعت دغه روايت ډير محدود کړو. د مشاعرې � �وايت په انګريزۍ ژبه يا اروپايي هېوادونو کې بيا بلکل بدل شکل او بېخي کم وجود لري. په اروپا کې د اروپايي ژبې د مشاعرو شکل د يو پکنک يا سيل وي. يو څو شاعران د پکنک پروګرام جوړ کړي، زړۀ راښکونکو سيمو ته لاړ شي، هلته ټو� �ه ورځ ګرځي د فطرت د حسينو مناظرو مشاهده کوي او چې ددغو مناظرو د inspiration نه ورته کومه شاعري راشي نو هغه يو بل ته اوروي او يو بل سره پرې خبرې هم کوي.پښتو مشاعرې، غونډې، ټولنې او جرګېښکاره خبره ده چې څ ومره پښتو زړه ژبه او پښتون زوړ قوم دى نو هم دغومره به د مشاعرو روايت هم زوړ وي. کېدلاى شي چې دا روايت به بېخي په بدل شکل کې پاتې شوى وي خو بدمرغي داده چې کله د پښتنو سلطنتونه جوړ شول نو پښتنو بادشاهانو په خپلو دربا� �ونو کې د فارسۍ سرپرستي وکړه چې د پښتو د ټولو روايتونو ملا ورسره ماته شوه او ددې کوم ليکلى مستند تاريخ هم پاتې نۀ شو. دې سره يوبل نقصان دا هم وشو چې په فارسۍ کې د ليک لوست يا د شعرو ادب سره د تړلو خلکو کوم عزت او مقام و په پښتو کې ورته هغه عزت او مقام ورنۀ کړى شو اوتر اوسه پورې هم دغه حال دى.البته محققينو چې کوم لټون کړى دى نو د ""پټې خزانې"" په حواله معلومه شوې ده چې د پښتو د ادبي بحثونو لومړنۍ غونډې قندهار کې د شاه حسين هوتک د ح کومت په دور (1722-37) کې د ""ادبي دربار"" په نامه پېل شوې. ددې ادبي دربار د سيوري لاندې به په اونۍ کې يوه ورځ د بادشاه په ګډون او ملګرتيا د نارنج په ماڼۍ کې غونډې کېدلې چې په کې به درانۀ درانۀ علمي او ادبي بحثونه کېدل. وروسته به دا روايت کله ښۀ او کله مات ګوډ چليدلى وي او په دې مينځ کې به د پښتنو په مختلفو سيمو کې ډيرې مشاعرې او ادبي بح ثونه شوي وي خو کوم ليکلى تاريخ يې نۀ دى پاتې. بس دومره معلومه ده چې په کليو کې به په حجرو کې د وادۀ خوشحالۍ په موقعه ولسي شاعران راټولېدل، مجلسونه به يې کول، چاربيتې او ټپې به يې ويلې او يا به يې د في البديهه مشاعرو م� �ابلې کولې. البته دا خبره ښکاره ده چې د پښتو د مشاعرو روايت د فارسى او اردو هومره مضبوط او دروند هيڅکله هم نۀ دى پاتې شوى. په هند کې چې د ترقي پسند ادب نوې دوره شروع شوه او د علم و ادب په دنيا کې نوي بدلونونه، نوي رُجح انات او نوې ذريعې راغلې نو دغه وخت کې په پښتنو کې د خدائي خدمتګار تحريک سياسي او ژبني اثرات لا ښۀ په زور کې وو. نو پښتو اګر چې بيا هم د خپلو ګاونډيو ژبو اردو او دري سره غبرګه سيالي ونۀ کړے شوه. ولې د کال ١٩٣٦ء نه په کابل کې پښتو ټولنې پرله پسې د يادونې او ستاينې وړ کارونه کول اوپه کال ١٩٥١ء کې چې په پيښور کې ولسي ادبي جرګه جوړه شوه نو پښتو ورسره هم ""جديده"" شوه. د پښتنو په اوسني ادبي او تنقيدي شعور کې د ټولو نه لوي لاس د ولسي ادبي جرګې دى چې د خپل وخت د يادو شاعرانو، اديبانو او پوهانو کاکاجي صنوبر حسين مومند، دوست محمد خان کامل مومند، اميرحمزه خان شينواري، اجمل خټک، قلندر مومند، ولي محمد طوفان، سيف الرحمان سليم، محمد افضل بنګش، عبدالاکبر خان اکبر، مهدي شاه مهدي، همېش خليل او نورو د ناستې او علمي بحثونو مرکز و. د پښتو د ادبي جرګو، ټولنو او غون� �و ننني تنقيدي روايات، اصول، طريقې، شعور او رويې د اولسي ادبي جرګې يوه داسې ورکړه ده چې پښتو ادب به پرې د تل � �پاره وياړي. اګر چې د اولسي ادبي جرګې نه وړاندې هم د پښتو ادبي جرګې، ټولنې او ادارې وې خو اولسي ادبي جرګې چې دې ژبې او قام ته څۀ ورکړي دي هغه بلې کومې ټولنې، جرګې يا ادارې نۀ دي ورکړي. د اولسي ادبي جرګې نه وروسته خو د لروبر پښتونخوا نه علاوه د نړۍ په ګُټ ګُټ کې ادبي جرګې، ټولنې او ادارې جوړې شوې او دا وخت د يوې محتاط اندازې ترمخه په ګرده نړۍ کې د شپږو سوو نه زياتې ادبي جرګې، ټولنې و ادارې د خپلې ژبې او ثقافت په مختلفو اړخونو کار کوي او د نۀ ستړې کيدونکې جذبې سره نۀ ختميدونکي کارونه يې روان کړي دي. دوئ تنقيدي غونډې کوي، کتابونه چاپ کوي او د شعرو ادب سره تړلي ذوق او شوق ته وده ورکوي. تنقيدي شعور او په نوي نسل کې د برداشت ماده پيدا کول ددې تنقيدي غونډو يوه لويه ورکړه ده. او دا هر څۀ بغير د کوم لالچ، مادي ګټو او فائدو نه کوي ځکه نو د دوئ کار و زيار د هر چا نه او د هر څه نه زيات اهم دى. خو دې ځاى کې په يوه خبره بيا هم سړي ته افسوس وشي چې د ادبي جرګو، ټولنو او ادارو په دې دومره زړۀ چاودي مزل تر اوسه پورې صرف درې واړۀ واړۀ کتابونه ليکل شوي دي چې يو د زبيرحسرت ""اولسي ادبي جرګه""، دويم د محمد جاويد خليل د ايم فل مقاله ""په صوبه سرحد کې د مختلفو پښتو ادبي جرګو او ټولنو تنظيمونه او د هغوئ کار"" او دريم د صابر شاه صابر "" د رڼاګانو محفلونه"" دى.دلته بايد دا يادونه هم وشي چې تر دې دمه ګرده نړۍ کې د پښتو کومې اهمې ادبي جرګې، ټولنې او ادارې دي، چې د ياد وړ کارونه ئې کړي دي اويا يې کوي نو هغه د ګوتو د شمير دي او دا لاندې پکې زما په نظر په اول سر کې دي: (١) ادبي دربار [١٧٢٢ء] قندهار، (٢) انجمن اصلاح افاغنه[١٩٢١ء] چارسده، (� �) مرکزي پښتو ادبي جرګه [١٩٣٤ء] نوښار، (٤) پښتو ټولنه [١٩٣٦ء] کابل، (٥) پښتو ادبي ټولى بر تاکال [١٩٤٣ء] پيښور، (٦) اولسي ادبي جرګه [١٩٥١ء] پيښور، (٧) خيبر پښتو ادبي جرګه [١٩٥٢ء] لنډيکوتل، (٨) پښتو اکاډمي [١٩٥٥ء] پيښور، (٩) پښتو ادبي ټولنه [١٩٥٧ء] کوئټه، (١٠) د ساهو ليکونکيو مرکه [١٩٥٩ء] پيښور، (١١) رحمان بابا ادبي جرګه [١٩٦٣ء] پېښور، (١٢) پاک پښتو ادبي ټولنه [١٩٨٠ء] دوحه قطر، (١٣) پښتو ادبي بورډ [١٩٨٠ء] پيښور، (١٤) پښتو ادبي سوسايټي [١٩٨٦ء] اسلام اباد، (١٥) د پښتو د ودې ټولنه جرمني، (١٦) بېنوا فرهنګي ټولنه قندهار او (١٧) جرس ادبي جرګه [١٩٩٠ء] کراچۍ.دا هغه ادبي جرګې، ټولنې او ادارې دي چې په خپل خپل دور کې يې په خپلو سيمو کې د پښتو ژبې او ادب د ودې او پ� �مختګ لپاره په ځانګړې توګه کار کړى دى او کار يې دومره ښۀ دى چې د خلکو په زړونو کې ځاى لري. د دوئ نه علاوه نورې په سوونو ادبي جرګې، ټولنې او ادارې دي چې خپل ادبي او علمي فعاليتونه مخ په وړاندې بوځي خو د ټولو د نومونو فهرست جوړول نۀ دلته زما د ليک هدف دى او نۀ امکان لري.ضرورتهر کله چې مونږ ددې جرګو، ټولنو او ادارو په ضرورت فکر کوو نو دا خبره راته جوتېږي چې د ادبي ټولنو، جرګو او ادارو ضرورت د هرې ژبې د ودې او پرمختګ � �پاره منلى شوى دى او چې دا نۀ وي نو د زده کړې او د علم و ادب د خورېدنې په لاره کې به ډېر خنډونه وي. خصوصاً د پښتو لپاره خو دا ځکه ډيرې ضروري دي چې د ايډوانس ټيکنالوجۍ په دې دور کې هم پښتانۀ په نړيواله ميډيا کې هغه برخه نۀ ل� �ي کومه چې پکار وه. د پښتو اخبارونه او مجلې بس دومره دي چې شمارلو ته يې ضرورت نۀ پيدا کېږي او هغه هم زياتې په سوال چلېږي. نو په داسې صورت کې د جرګو او ټولنو ضرورت ډير زيات دى ځکه چې د ادبي شعور اوعلمي اقدارو د خوريدنې هم دا يوه موثره لاره ده. خو شرط دادى چې ددې ټولنو، جرګو او ادارو همه چارې د ذمه وارو او پوهه خلکو په لاس کې وي اوجمهوري انداز سره وچلېږي.اهميتلکه د ضرورت غوندې يې اهميت هم منل شوى دى او دا خبره پکې زياته اهمه ده چې ادبي جرګې، ټولنې او ادارې دې د ننني دور د تقاضو ترمخه خپلې چارې په ايډوانس طريقه پرمخ بوځي اوخپله ژبه دې په ادبي او علمي لحاظ د عالمي ژبو د سيالۍ جوګه کړي.اثراتکۀ د ادبي ټولنو، جرګو او ادارو دا سرګرمۍ په ښه طريقه وچلېږي نو په راروانو نسلونو ددې ډير ښۀ او تلپاتې اثرات کېدى شي. د پښتون معاشرې په ادبي رواياتو اړ اقدارو د اولسي ادبي جرګې اثرات واضح دي او ددې نورو جرګو او ټولنو لپاره يو مثال د� �. او يوازې ادب نۀ بلکې کۀ د صلاحيتونو ښۀ استعمال وشي نو سياست، ثقافت، صحافت او نورو برخو کې هم ښۀ اثرات پ� �ېښودلى شي.هلې ځلېد ادبي جرګو او ټولنو د هلو ځلو لپاره د اولسي ادبي جرګې روايات نمونه دي. بايد چې د هرې جرګې او ټولنې سرګرمۍ د اولسي ادبي جرګې او د ساهو ليکونکيو مرکه پشان په باقاعدګۍ او ذمه وارۍ سره ترسره شي. د ننني دور د تقاضو هم خيال ساتل پکار دي. او د نشرواشاعت کار ته زياته پاملرنه پکار ده.البته دې � �ړ کې په دې يوه خبره ډير افسوس کېدى شي چې د پښتو زياتې کارکوونکې جرګې، ټولنې او ادارې د مشرتوب په چکر کې د کاره ووځي اوشايد چې د يوې نړيوالې ادبي جرګې يا فورم د جوړيدو په لاره کې هم دغه مسئله خنډ وي. په هرحال پکار ده چې په نړيوال کچ د پښتنو يوداسې ادبي تنظيم يا جرګه جوړه شي چې ټولې مقامي جرګې او ټولنې يو بل سره مربوطې هم ساتي او د دوئ اواز په نړيوال کچ اوچتوي هم. ",د پښتو ادبي ټولنې، جرګې او مشاعرې (هادي حیران) 3971,محمدیوسف خدمتګار,"   ز يړ ما ذ يګر  به  نا ز ولې  په بلۍ  وخته  تا به ويل چې څوارلسمه ده سپوږمۍ وخته  چی په پلو به يي مخ پټ کړلو راوبه يي کتل   ز ما په ز ړه به دوصال خوږه سيلۍ وخته دشين منګي سره به څه په ناز ګودر ته تلله چی به روانه شوه ګودر نه به سلګۍ وخته د ماذيګرپوری به ورځ په ما يوکال تيريده لوړماسپښين به می له خولی سوې لنډۍ وخته اوس هغه کلئ ګودر ړنګ دئ زه مجبور کډوال يم نن می  د شعر په تخيل هغه کو چۍ وخته نه می هيريږي خدمتګاره نه په ګوتوراځي  ځواني می لاړه دچا غم کی ليونۍ وخته  ناروې کلاکرويک   ", غزل 3972,," د شنبې په ورځ په س� �ګونو پلي اسرائيلي پوځيان د لبنان پولو ته ننوتل او څو كلي يې تر خپل كنټرول لاندي راوستل، دا د اسرائيلي پوځيانو ځمكني عمليات دي چي د حزب الله د جنګياليو په وړاندي يې پيل كړي دي. اسرائيلي الوتكو د لبنان په شمالي سيمه كي پر څو مخابراتي مركزونو بمباري وكړه چي له امله يې له ځينو سيمو سره مخابراتي اړيكي پرې سوې او هم درې ټلوېزوني چينلونه له كاره ولوېدل. له هغه راهيسي چي اسرائيلي الوتكو پر لبنان پرله پسې بمباريو ته دوام وركړى له امله يې د ملكي كسانو په سلګونو مرګ ژوبله رامنځته سوې او په لكونو بېګناه كسان مهاجرت ته اړ سوي دي.                               &n; bsp;                                     &n; bsp;                 ",اسرائيلو پر لبنان خپلو بريدونو ته دوام وركړى 3973,افغان رساله,"     د افغان رسالې / Afghan Post پرله پسې ( ۸۶يمه) ګڼه له چاپه راووت� �ه   د دې ګڼه د ځينو مطالبو سرلیکونه   :   *    اسلامي ښوونه *   په ارزګان کې د ایتلافی قواوو د ا� �وتکو د بمباری له امله ولسی خلک  شهیدان سول. *  تفرعن استعماری موجد حمام خون کابل   - موسوی * کاناډا ځای نه لری – اریګ مارګولیس  – ژباړن ډاکټر نثار احمد صمد *  تمکین در برابر زور و یا ګسترش برادر کشی  ـ  موسوی  * دنړې تر ټولو وژونکي وسلې  - د حبیب الله غمخور ژباړه *   تحصیل برای ا� �یت * پرون افغانستان ، نن عراق   سبا ایران   ــ     ډاکتر نثار احمد صمد *   افغان د تا� �یخ  په څپو کې ــــ  قدرت الله ح داد *   امریکا در کنار جهنم اقتصادی           جنګ های افغانستان و عراق  شاید کمر امریا را بشکناند    -  داکتر نثار احمد صمد *    دکاناډا د ملی ورځې د � �مانځې په ویار د ښاغلي عبدالباری جهاني د کار او زیار د ستاینې دغونډې رپوټ *     بز کشی در ولسی جرګه  ــــ  ډاکتر رحیم عزیز *  د زرو دامونو هیواد – د عبدالباری ژباړنه *    کتاب کوچک محتوای بزرګ  – کاندید اکادمیسین سیستانی *   ضرورت مبارزه همه جانبه علیه حاکمیت منافقین جمعیت اسلامی ربانی ـ شورای نظار – دکتور میر عبدالرحیم عزیز *   روابط سی آی ای و احمدشاه مسعود           کاروان ها در شبهای بی مهتاب  - شکوهی *    تبصره بر نوشته خلیل الله وحدت بارش مردی در حریق تاریخ امیر حبیب الله کلکانی –   دکتور کا� �وان   *   بوش په جنګ کې  ( ۲۴ ) برخه       *   ادبي مرغل� �ې   او نور مطالب ، رپوټونه په انګريزی برخه کې    که  غواړي  چې  د افغان  رسالې هره ګڼه  ستاسو پر آدرس  درورسیږی، نو مهربانه وکړی  خپل د کلني ګدون بيه   چې ۶۰ ډالره کیږی په لاندې پټه ولیږی:   Afghan Post P. O. Box 30074 1027 Finch Avenue West Toronto, Ontario M3J 3L6 Canada",د افغان رسالې پرله پسې ۸۶ يمه ګڼه له چاپه راووته 3974,," د وروستيو خبرونو � �ه مخي په كندهار كي د دوو پرله پسې چاودنو له امله چي ويل كېږي ځانمرګي بريدونه دي دوه كاناډايي سرتيري مړه او اته ټپيان سوي دي. د كندهار ميرويس روغتون ته تر اوسه دېرش زخميان چي ټول ولسي وګړي دي راوړل سوي دي، او د درو تنو د مرګ خبر و� �كول سوى دى. د مېرويس روغتون مسئولين وايي ښايي د مړو شمېر نور هم لوړ سي. پېښه نن ماځيګر پر سيمه ايز وخت پنځه بجې د كندهار ښار په ميرويس مېنه كي هغه وخت رامنځته سوه، چي د كاناډايي ځواكونو كاروان د تېرېدو په حال كي و. اوس هم د كندهار ښار په هوايي حريم كي د ايتلافي ځواكونو هليكوپټرونه له سيمي څخه د څارني په توګه ګرځي. د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د پېښي پړه منلې او وايي چي لومړنى بريد كوونكى عبدالله او دوهم عصمت الله نومېدئ.                               &n; bsp;                                ;                                                                         &n; bsp;                                ; ",په كندهار كي دوه پرله پسې ځانمرګي بريدونه وسول 3975,," ميدان ښار،چنګاښ ۳۱: دم يدان وردګوولايت والي  عبدالجبارنعيمي نن دميدان وردګوټول هغه روڼ اندي چې پردولتي چوكيوناست دي، د م� �ستندويو ټولنو چارواكي اوليكوالان  ولايت ته رابللي ول.په رابلليو کسانوكښې دامريكا دپروډوپوهنتون استاد زرجان بها،دجمهوري رياست دمطبوعاتي چاروسلاكاروزيرعبدالكريم خرم،دارياناتلوېزيون رييس  ښاغلى احسان الله ارينزى، دويسا ورځپاڼې مسوول چلونكى تكړه ژباړن او ليكوال زبير شفيقي، ځوان او پېژندوى ليكوال ګل اغا احمدي ، دشهدا او معلولينوعمومي رييس عبدالحميد نوريار، دATTC مؤسسې رييس ښاغلى همت الله ، دADAمؤسسې دپلان مسوول ښاغلى عبدالمالك او په لسګونو نورو روښانفكران شامل  ول.ناسته چې كابو دوه ګړى اوږده وه،  دو� �ايت په پخوانۍ ودانۍ اواوسني ارام سراى كښې ترسره شوه.اول عبدالجبارنعيمي ديونيم كال پرلاسته راوړنو او هغوستونزو چې دكارونو دګړنديتوب مخه يې نيولې وه وغږېد. هغه له ځايي روڼ اندو ځنې وغوښتل چې دخپل ولايت پرمختيا كښې څه كولاى شي،بايد ويې نه سپموي! دناستې په پاى كښې ټولو بلل شويوروڼ اندوله هغو ودانيو چې همداګړۍ تر جوړښت لاندې دي اويا نوې جوړې شويدي څخه ليدنه وكړه. له ليدنې وروسته ټولوله نوموړي والي سره د همکارۍ ژمنه وكړه . ",دميدان وردګوولايت والي له روڼ اندووردګوسره وليدل 3976,د مخابراتو وزارت," عبدالهادي هادي - کابل نن په افغانستان كې د GSM (موبايل) خدمتونو درېيمې وړاندې كوونكې كمپنۍ اريبا عملاً خپل فعاليتونه پيل كړل. په هغه مطبوعاتي كنفرانس كې چې نن په همدې مناسبت د مخابراتو وزارت د كنفرانسونو په خونه كې د مخابراتو د وزير انجنير اميرزى سنګين او د اريبا د كمپنۍ د مشر توفيق رمضان په ګډون جوړ شوى وو د دغه كمپنۍ مشر او د مخابراتو وزير له م زار شريف ښار سره د يوه تيليفوني تماس په ترڅ كې د اريبا د خدمتونو پيل اعلان كړ. د مخابراتو وزارت هيوادوالو ته د با كيفيته او ارزانه خدمتونو د برابرولو په نيت او د مخابراتو په ماركيټ كې د سيالۍ د سالمې فضاء د رامينځته كولو په موخه پروسږ كال د دوه نويو GSM جوازونو د تطبيق پروسه پيل كړه، چې له نيكه مرغه په برياليتوب پاى ته ورسېده او دا دى نن د موبايل خدمتونو وړاندې كوونكې درېيمې كمپنى (اريبا) عملاً د افغانستان په څلورو ښا� �ونو (كابل، مزارشريف، كندز او جلال آباد) كې خپل فعاليتونه پيل كړل). دا خبرې  د مخابراتو وزير انجنير اميرزى سنګين د مطبوعاتي كنفرانس په پيل كې وكړې، هغه زياته كړه: (د مخابراتو وزارت هيله مند دى چې د اريبا كم پنۍ په افغانستان كې خپلو مشتركينو ته با كيفيته او د جواز له شرايطو سره سم خدمات وړاندې كړي، او د دې كمپنۍ په � �اتګ سره د موبايل خدمتونو د وړاندې كوونكو كمپنيو تر منځ سيالي وده وكړي او دا كار د خدماتو د قيمتونو په � �اكمولو او د كيفيت په لوړولو كې خپل موثريت ولري. د اريبا له راتګ سره د افغانستان د مخابراتو په ماركيټ كې د موبايل كمپنيو شمېر دريو ته ورسيد چې سږ كال به دغه شمېر څلورو ته لوړ شي. د مطبوعاتى كنفرانس په پاى كې د مخابراتو وزير او د اريبا د كمپنۍ مشر د ژورناليستانو پوښتنو ته ځوابونه وويل ",د موبايل درېيمې كمپنۍ اريبا په خدماتو پيل وكړ 3977,," افغان پوليسو تېره ورځ دوه كسه له چاودېدونكو موادو سره نيولي دي، په كابل كي د پوليسو يو چارواكى محمدطاهر ايوبي وايي چي د نيول سوو كسانو له هستوګنځي څخه يې هم چاودېدونكي مواد ترلاسه كړي دي، دى وايي چي دغه كسان د طالبانو سره تړاو لري او غوښتل يې چي په كابل كي امنيتي ستونزي وزېږوي. د نوموړي په وينا نيول سوي كسان اوس د پوليسو تر پوښتنو لاندي دي. ",پوليس وايي په كابل كي يې دوه ورانكاري نيولي دي 3978,طارق نورزى," طارق نورزى  هغه نښته چي نن دهلمند دمركز لښكرګاه  په دريو كليو كي  دوسلوالو طالبانو  او افغان پوليسو ترمنځ  پيل شوې  اوس  هم په سختۍ روانه ده . په سيمه كي عيني شاهدان وايې په جګړه دواړه لوري  له غټو اسلحو څخه كاراخلي  چي  ډيرى سيميز وګړو ته يې هم  مالي او ځاني زيانونه  اړولي . دهلمند دوالي مرستيال اميرمحم داخندزاده چي ددغه  جګړيزو عملياتو مشري  په غاړه لري  لږ شېبه مخكي په يوه ټليفوني  تماس كي بينوا ته وويل (( تراوسه په جګړه  ۱۹ طالب  وسلوال وژل شوې  او  ۱۷ ژوندي نيول شوي چي دوه يې  پاكستاني اورپكي دي  )) خودطالبانو يو وياندقاري يوسف بيا په جګړه  ترلسو دزياتو دولتي پوليسو دوژلو  ادعاكوي او خپل لوري ته دمرګ ژوبلې  خبر نه مني . ",په هلمند كي اوس هم سخته جګړه روانه ده 3979,," د يكشنبې په ورځ له هلمند څخه د نوو جګړو خبر وركړل سوى دى، د هلمند ولايت مرستيال اميرمحمد اخندزاده وايي چي دا عمليات نن سهار د ملي پوځ او ايتلافي ځواكونو له خوا په ګډه پيل سوه، چي په ترڅ كي يې ۱۹ مخالفين وژل سوي او د ملي پوځ دوه سرتيري زخميان دي. نوموړى زياتوي چي ۱۷ كسه يې ژوندي نيولي دي چي په نيول سوو كسانو كي دوه تنه پاكستانيان دي. ",چارواكي وايي هلمند كي يې ۱۹ مخالفين وژلي دي 3980,," طالبانو د خپل امارت په نامه يوه اعلاميه خپره كړې چي پر لبنان باندي د اسرائيلو د وروستي تيري غندنه يې كړې ده. په اعلام يه كي راغلي چي د لبنان پر مظلوم ولس د اسرائيلو بې رحمانه تېرى د امريكا د هغه پلان برخه ده چي غواړي پر عربي نړۍ د اسرائيلو منګولي ټينګي كړي. او د فلسطين پر بې دفاع مسلمانانو چي كلونه كېږي د اسرائيلو ظلمونه روان دي � �وېديځوالو هلته د سوله ساتي ځواكونو ځاى پر ځاى كول پر خوله هم نه دي راوړي، او اوس يې په لبنان كي د ټاكنو خبره ددې لپاره ټينګه كړې ده چي غواړي د اسرائيلو مخالفين وټكوي. دوى وايي د حماس ديموكراتيك بري ته په پام سره داسي ښكاري چي امريكا او متحدين يې ديموكراسي يا ولسواكي ته هغه وخت ارزښت وركوي چي پايله يې د دوى په ګټه وي. په پاى كي زياتوي چي كه د نړۍ مسلمانان اوس هم د صهيونيستي او صليبي اشغالګرو په وړاندي دفاع (جهاد) ته شا كړي نو مسلمانان به نور هم د غلامۍ كندي ته ولوېږي. ",طالبانو د لبناني ولس سره د خواخوږۍ اعلاميه خپره كړې 3981,,"  د افغانستان د اسلامي جمهوريت د م خابراتو وزارت په هيوادكې د اړيكتيايي او معلوماتي تكنالوژۍ د متوازنې خورونې او په دې لار كې د آسانتياوو را م ينځته كولو ته ژمن دي، په همدې لړ كې د ځينو نورو پرمخټونو ترڅڼ دادى د لومړى ځل له پاره د كابل په مهتاب قلعه سيمه كې د افغانستان د ستيلايت ځمكني ستيشن (گيت وې) پرانيزي. د مخابراتو وزارت ملي او نړيواله اړيكتيايي گيت وې جوړه كړې ده، دغه گيت وې به د كابل ښار د مهتٰاب قلعه په سيمه كې د ځمكني ستلايت ستيشن په واسطه كار كوي. ياده شوې گيت وې د اووه اعشاريه درى (۷،۳) متره ستلايت ديش، او د پرمختللې تخنيكي او مخابراتي سيستم لرونكې ده. د يادولو وړ ده چې دغه ځمكنى ستيشن به په افغانستان كې د ملي او نړيوالې گيت وې په ډول كارول كيږي، ياده شوې پروژه د3,6ميليونوامريكايي ډالرو په لګښت د نړيوال بانك له مرستو دافغانستان دبيارغونې د پراختيايي صندوق ARTF د پروژو په لړكې سرته رسېدلې ده. په اوسني وخت كې پتيېل شوې ده چې د مهتٰاب قلعه ستيشن د يوې بديلې لارې په � �ول د ټولو ملي او نړيوالو مخابرو له پاره وكارول شي، لكه همدا اوس چې د افغان تيلى كام ټول مشتركين ورنه گټه اخلي. د ټولو څلوروديرشو ولايتونو مركزونه، گڼ شمير وزارتونه او په كابل كې زياتره دفترونه د دولتى اړيكو د پروژې په لړكې له همدې لارې د تيليفون، انترنيت او فكس له اسانتياوو نه برخمن شوي دي. تر دې سربيره دمخاب� �اتووزارت د ولسواليو د اړيكو په نوم يوه بله ستره پروژه تر لاس لاندې لري چې د هغې په تطبيق سره به د افغانستان ټولې درې سوه او پنځه شپيته ولسوالۍ د فكس،انترنيت او فون له لارې له نړۍ سره ونښلول شي دهمدې پروژې د تطبيق په � �ړكې چې ټول لګښت يې څوارلس اعشاريه دوه ميليونه14,2 امريكايي ډالره د امريكا د پرمختيايي ادارې USAID له خوا تموي� �يږي تراوسه سلو زياتې ولسوالۍ د انترنيت، تيليفون او فكس له لارې نښلول شوې دي او هره مياشت شلونورو نويوو� �سواليوته هم دغه خدمات رسېږي او ټاكل شوې ده چې د سږ كال تر پايه ټولو ولسواليو ته دغه خدمات پراختيا وموم ي. د يادو شوو دواړو پروژو له خوا په ولسواليو او ولايتونو كې لول شوې او منتاژ شوې دسټاوې د مهتٰاب قلعه � �ه همدې ځمكني ستيشن څخه د لومړنۍ او ثانوي گيت وې په ډول كار اخلي. د مهتٰاب قلعه ځمكنى ستيشن د مخابراتو وزارت له مخابراتي مركز سره HUB سره د نوري فايبر كيبل له لارې وصل شوى دى. په كابل كې پنځه ويشت (۲۵) وزارتونه او خپلواكې ادارې هم د يادشوي نوري فايبر له لارې وصل شوي دي. پنځه لس (۱۵) نور وزارتونه او خپلواكې ادارې د مايكرو ويف له لارې له HUB سره نښلول شويدي، ياد شوي ټول وزارتونه او خپلواكې ادارې به د مخابراتو وزارت له مركزى HUB او همدې گيت وې نه گټه اخلي. د مهتٰاب قلعه ځمكنى ستيشن همدا راز د كابل په وزير اكبرخان مينه كې د ملى راديو تلويزيون له ستيشن سره هم وصل شوى دي. د مخابراتو وزارت په پام كې لري چې د مهتٰاب قلعه په ځمكني ستيشن كې يو شمير نورې بنسټيزې اسانتياوې را مينځته كړي او هغوته پراختيا وركړي. په همدې لړ كې به په نيژدې راتلونكې كې د همدې گيت وې له لارې تلويزوني خدمتونه هم تر سره شي. د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مخابراتو جلاالتمآب وزير به د جولاى پر درى ويشتمه (۲۳) چې د ۱۳۸۵ لمريز كال د زمرى له لومړى نېټې د يكشنبې له ورځې سره سمون خوري په م هتٰاب قلعه كې دغه دسټاوې په رسمي ډول په كار اچوي:  د مهتٰاب قلعه ځمكنى ستلايت ستيشن.  د مخاب� �اتو وزارت په ودانۍ كې د دولتي اړيكو، د ولسواليو د اړيكو، HUB او د نورى فايبر كيبل چې يادې شوې دواړه پروژې د م هتٰاب قلعه له گيت وې سره نښلوي ، او په همدې لړكې به د ويديو كنفرانس له لارې د وزارت په ودانۍ كې د HUB له كا� �كونكو سره وغږيږي.  همدا راز به د مخابراتو جلاالتمآب وزير د ولسواليو د اړيكو د پروژې د تطبيق په لړكې له سلمې نښلول شوې ولسوالۍ سره هم خبرې وكړي.  په مهتٰاب قلعه كې د BTS د ساحې پرانيستنه چې ددې سيمې د خلكو له پاره د CDMA د تيليفونونو خدمات برابروي.  له هرات سره د نويو مخابراتي اړيكو پيل، چې جلاالتمآب وزير صاح ب به ددې گيت وې له لارې د هرات ولايت د مخابراتو له كاركوونكو سره وغږيږي.  ياددښت : د نورو ما� �وماتو له پاره په ۰۷۰۲۳۳۹۳۳ او ۲۱۰۱۱۰۴ شميرو د مخابراتو وزارت د اسنادو او اړيكتيايي چارو له رئيس او د وزارت له وياند سره اړيكى نيولاى شي. ",د پرمخټګ پرلور يونوى گام (مطبوعاتي اعلاميه) 3982,زرمينه احمدزئ," ستا يادونو خو زه داسې شيدائي كړم  ستا دې هجر دې وصلت زه آرماني كړم د ژوند لوري مې زرغون وو ستا په مينه خو بيلتون دي سودائي او صحرائي كړم هسې خوشې خلك وائي مينه ژوند  دې خو دې ميني دې اخته په رسوائي  كړم څومره غواړم چي دي وباسم له زره نه نپوهيږم چي دې صبر  جدائي كړم احمدزئ يم ستا د  ميني  بنديو انه څنګه تيره دې په زړه بيقراري كړم ",بیلتون 3983,بلال احدیار,"  غزل زړه دپتنګ په څير مې سوځي هيڅ اواز نه لري لکه بې ژبې � �باب سر نه لري ساز نه لري خود به ناصحه د ساقي د در سلام کومه  چې محمود زړه مې یوه زرې دې اياز نه ل� �ي ستا په ادا دا دکرم څپې د کومه راغلې هسکه غړۍ دې کږه نشوه څنګه ناز نه لري  څنګ دامید شهباز مې لاړ شي تر لمن د اسمان دا بې وزرو خو په خیال کې هم پرواز نه لري ته یې د خپل حسن مغروره زمزمو کې ډوبه  زمونږه اوښکې ستا نظر کې هیڅ امتیاز نه لري ته به د هر مین کعبه وای ،کلیسا او مندر احدیار څه وکړي هیڅ نلري اعجاز نه لري  پيښور پوهنتون ", غزل 3984,," پاكستاني چارواكو نن د يكشنبې په ورځ ۵۸ طالبان د افغانستان او پاكستان په سرحدي ښارګوټي چمن كي افغان چارواكو ته وسپارل. دوى تېره اونۍ د بلوچستان ايالت د كويټې په ښار كي نيول سوي وه. د چمن ولسوال بشيراحمد وايي چي په دغو كسانو كي د مولوي ګلالي په نوم يو طالب مشر هم شامل دى، چي دنده يې د افغانستان او پاكستان پر پوله د طالبانو د چارو پر مخ بېول وو. د نوموړي په وينا دوى يې تېره شپه تر سختي امنيتي څارني لاندي له كويټې څخه چمن ته راوستل. او وروسته يې افغان چارواكو ته وسپارل. د بلوچستان حكومت تېره اونۍ د كويټې له بېلا بېلو سيمو څخه تر ۲۰۰ ډېر افغان طالبان ونيول، د بلوچستان د پو� �يسو مشر يعقوب چوهدري وايي چي دغه كسان په پاكستان كي په غير قانوني توګه اوسېدل، ده دا هم وويل چي د ځينو استخباراتي مالوماتو له مخي دغو كسانو د افغانستان په وروستيو نا امنيو كي لاس درلود. خو بل پلو په بلوچستان كي د جمعيت علماء د مذهبي ډلي مشران وايي چي نيول سوي كسان افغانان نه بلكي پاكستانيان دي او ټول په ديني مد� �سو كي په زدكړو بوخت وه. دا كسان په داسي حال كي افغان دولت ته سپا� �ل كېږي چي په دې وروستيو كي نړيواله ټولنه او افغان حكومت پر پاكستان سختي نيوكي كوي چي طالبانو ته يې په خپله خاوره كي ځاى وركړى دى، هلته روزل كېږي او بيا افغانستان ته د ورانكارۍ لپاره رالېږل كېږ ي. ",پاكستان افغان دولت ته ۵۸ طالبان سپارلي دي 3985,عيسی ستانکزی,"  د دريمې  نړۍ په هيوادونو کې  خلک عادت شوي چې هر څه له حکومته وغواړي زما په نظر حکمتونه يوازې  د امنيت د تامين دنده لري چې د عامه تاسيساتو ساتنه هم پکې شامليږي .   نن سبا که څوک پوهه او استعداد ولري حتماً يوه ځای ته رسيدای شي چې له هغې لارې خپلو بچيانو ته حلاله روزي وګټي  دا چې مونږ نارې وهو چې حکومت خلک نه شي مړولاي يا خلک له لوږې مري دا بېځايه خبره ده  نو مونږ بايد تر هر څه زيات له حکومته وغواړو چې امنيت ټينګ کړي   زه څه موده وړاندې د کابل په شمول د هيواد بيلا بيلو  ولايتونو ته لا ړم په کابل کې په هره کوڅه او د هرې حکومتي او غيرح کومتي مو سسې  او ادارې  په وړاندې  ٧ يا ٨ تنه  پوليس ناست ؤ  خو ددې په اپوټه د لوګر او غزني بي� �ابيلو ولسواليو ته وﻻړم   په ډېروولسواليو کې مې وليدل چې ٨  يا ٩ پوليس به يې درلودل  او  د غزني په يوې ولسوالۍ کې خلکو ويل چې د يو چا کور ته غله راغلي ؤ کله چې مونږ ولسوالۍ ته تليفون وکړ نو ځواب راکړل شو چې خپله يوه چاره وکړئ نو ددې په ځاي چې د کابل يه هره کوڅه کې په لسګونو پوليس ولاړ وي دا به غوره نه وي چې حکومت و� �سواليو ته هم پاملرنه وکړي او د هر ښونځي په وړاندې پهره ودروي .بله خبره دا ده چې بايد حکومت  خلکو ته د ښو نځيو د ارزښت په اړه تبليغ وکړي چې په دې برخه کې دجوماتونو ملا امامان ډير رول لوبولاي شي . هره  موسسه که حکومتي وي يا غير حکموتي کله چې ښونځي جوړوي يا ورسره مرسته کوي د سيمې له خلکو دې تعهد واخلي چې که دغه مکتب وسوځيد  نو بيارغاول به  يې دوی کوي . ځکه چې مونږ په خوست ولايت کې دښونځيو د سوځيدا په مخنيوي کې  د خ� �کو  د رول تجربه لرو .  په هر صورت که حکومت وغواړي او خپل امنيتي ځواکونه په انډوله توګه پر درستو و� �سواليو وويشي ددغه کار مخه به تر ډيره بريده ونيول شي .  ",څنګه کولاي شو د مکتبونو د سوځولو مخه ونيسو 3986," عبدالاحد پېغام ، كابل","   لكه لمبه چې دګلا ب غېږ كې شبنم واخلي داسې نظر مې كله كله دصنـــم واخلي  اوس به يې هم په مستو سترګو كې خمار پاتې وي ؟ چې په خرام خرام قد م په پيچ وخم واخلي  جا نانه ستا تصوير به زه پخپلو وينوجوړكړم كه مې دزړه نقاش په ګوتوكې قلم واخلي  لا مې د ژوند دوينوڅاڅكي دريد لي نه دي كه نه د ظلم جنازه به دم په دم واخ� �ي  دلته دمرګ قاصد وما ته مخامخ دى ولاړ هلته زما قاتل زما په سر قسم واخلي  پيغامه ! اوښكه شه دګل ګريوان كې وځليږه چې دلمر څاڅكي دې له ځانه سره سم واخلي  ",غزل ( لكه لمبه دګلاب ) 3987,محمد يوسف خدمتګار,"  د ز ړه اواز که  می يا را نو ترمحل و ر سيد  بس په دی پوه شۍ چی ارمان می ترمنزل ورسيد  بيا  به نارې کړ مه چی ما پټ پټونئ کا و ه  اوس می قدم قدم دميني تا جمحل ورسيد  څه شئ به پا تې شي په درقيبا نو با ندې  که ديووالي لا س زمونږ ه تر يو بل و� �سيد  د ادم خان ديارانې مثال به بياژوندي شي  که درخانۍ ته درباب اواز يوځل و� �سيد  دپښتنو ديرې حجرې به سرخپوشان ونيسي  که دځوانانوفکر خپل په مسقبل و رسيد  زه په هغه قول ولاړ يم خوجانان غافل دئ  ځکه اغيارزمونږ دکلي تر مورچل ورسيد زما ژوندون له ميني جوړدئ اوپه مينه پايي خوار خدمتګارته ترې په برخه کئ غزل ورسيد  ناروې کلاکرويک ", غزل 3988,شمس," دافغانستان دارياناتلويزيون يونامتوعكاس عبدا� �قدوس خان دقندهارپه ولايت كې په يوۀ ځان مرګي بريد كې په شهادت ورسېد . نن په هغه غونډه كې چې دخوست ولايت دژورنالستانواتحاديې له خوادنومړې پېښې دغندنې په اړه جوړه شوې وه دارواښاد عبدالقدوس خان وژنه يوسترجنايت وبالۀ اوداسې پيغام يې خپوركړ . په خوشينۍ سره موخبرترلاسه كړ چې داريانا تلويزيون يونامتوعكاس خداى بښ� �ى عبدالقدوس خان دقنداهارپه ولايت كې دافغان ملت ددښمنانودناوړه هيلوقرباني شو،موږ ددې ترڅنګ چې دخداى بښلي كورنۍ ،دوستانو،دارياناتلويزيون مشرتابه اودافغانستان دژورنالستانودخپلواكې ټولنې مشرښاغلي سمندرحضورته ددغه سترې ضايع په مناسبت دخپګان مراتب اداكوو،دافغانستان دخاورې،دين اوملت دښمنانوته په ډاګه كووچې موږدحق په لاره روان يواخپل نهايي  مطلوب منزل ته به ضرور،رسيږو . دخداى بښلي عبدالقدوس خان دې خداى [ج] فردوس جنت نصيب كړي اوددۀ دلارې لارويان دې خداى [ج] پخپله لويۍ دجبرايېل په وزروپټ كړي   . نوموړى پيغام په خوست كې دژورنالستانواتحاديې  ريس محمدغفورمهيدي لخواولوستل  شو،ورپسې دغونډې ګډونوالوپخپل وارسره يادشوى ځان مرګى بريد وغاندۀ اوارواښادته يې دبښنې دوعاوې وكړې  . غونډه ارواښاد عبدالقدوس خان بښنې غوښتنې په دوعاسره پاى ته ورسېده . ",داريانه تلويزيون عكاس قرباني شو . 3989,طارق نورزى," طارق نورزى دهلمند  مرستيا� �  والي اميرمحمد اخندزاده وايې  دغه پنځه وسلوال  يې  نن  دهلمند په ګرشك ولسوالۍ كي  دتصفيوي عملياتو په ترڅ كي نيولي . نوموړى   نيول شوي  وسلوال   دګاونډي  پاكستان  څه رااوښتي وبلل  او دايې هم وويل  چي  له دوي سره  يې  دوه لنډكروز اويوسراچه موټرونه  هم نيو� �ي  . داپه داسي حال كي  ده چي دولت تيره ورځ  په دغه ولايت كي د۱۹ طالبانو دوژلو ترڅنګ  دهغوۍ  دنورو ۱۷ ملګرو  دنيولوخبر وركړي وو . ",په هلمند كي پنځه وسلوال طالبان ونيول شوه 3990,," د لښكرګاه د بابا جي او د ګرشك د ځينو سيمو اوسېدونكي وايي له هغه راهيسي چي د دوى په سيمه كي د دولت او ايتلافي ځواكونو له خوا تصفيوي عمليات ت� �سره سوي دي، اوس يې پوليس كورونو ته ور اوړي په يوه او بله بهانه يې له كوره بايسكلان، موټرسيكلان حتي تلتكان او چرګان ځني وړي. خو كله چي موږ د هلمند ولايت له مرستيال اميرمحمد اخندزاده سره اړيكي ونيولې نوموړي دا خبره په كلكه رد كړه، او زياته يې كړه چي ځيني طالب پلوه خلك قصداً غواړي چي دولت بدنامه كړي نو ځكه دا تورونه لګوي، دى وايي اول خو داسي نه دي سوي، بيا كه چيري پېښ سوي هم وي، خلك دي ولايت ته رسماً خپل شكايت وكړي دولت به هغه كسان حتماً په سزا ورسوي. ",هلمند كي خلك له پوليسو شكايت كوي 3991,," نن د كندهار په دامان ولسوالي كي دوه ايتلافي سرتيري هغه وخت سخت ژوبل سوه، چي له زابل څخه كندهار ته په لاره كي يې پر كا� �وان بريد وسو. د كورنيو چارو وزارت وياند يوسف ستانيزى وايي دا د ريموټ كنټرول بم و، چي يوازي يې دوه ايتلافي سرتيري ټپيان كړل. د پخوا په څېر تر پېښي لږ وروسته د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د بريد مسئوليت پر غاړه واخيست او ويې ويل چي څو تنه بهرنيان يې پكښي وژلي دي. دا په داسي حال كي ده چي دوې ورځي وړاندي كندهار ښار ته څرمه پر كاناډايي ځواكونو دوه پرله پسې ځانمرګي ب� �يدونه ترسره سول، چي نه يوازي يې بهرنيو ځواكونو ته زيان واړاوه، بلكي خورا ډېر ملكي كسان يې مړه او ژوبل كړه. ",په كندهار كي چاودني دوه ايتلافي سرتيري ټپيان كړل 3992,," د متحده ايا� �اتو د بهرنيو چارو وزيره كاندوليزا رايس بېله دې چي مخكي اعلان وكړي په يوه ناڅاپي سفر لبنان ته رسېدلې ده، مې� �من رايس د لبنان په پلازمېنه بيروت كي د دغه هيواد له لومړي وزير فواد سينيوره سره په كتنه كي د اسرائيلو او � �بنان  پر وروستي تاوتريخوالي وږغېده. ويل كېږي چي مېرمن رايس به وروسته بيت المقدس ته سفر وكړي او هلته به د اسرائيلو له لومړي وزير يهود المرت سره هم وګوري. ",كاندوليزا رايس په يوه ناڅاپي سفر لبنان ته تللې ده 3993,"محمود نظري","   د کاڼو ډک آسماند اوره ډک سیندد وسپنی شپه دهکاڼې اورېږ ی،اور بهېږی، وسپنه پولاد ېږی بې لاسونده ماتېږی،سوځی ، شکېږید چا ککرۍ؟د چاجونګړه.؟د چا ګ� �ېوان؟افغان!افغان!آفغان!چیری؟افغانستان!   ",نصیب 3994,," دیني عالم ، � �یکوال ،شاعر او د افغانستان  پخوانى جهادي شخصيت او د اسلامي حزب مشر مولوي محمد يونس خالص  د۱۳۸۵ لمريز کال د چنګاښ د مياشتي پر۲۸  اته ويشتمه نېټه ( ۱۹ جولای ۲۰۰۶ ) د ورپيښې ناروغۍ له امله د اوه اتيا كلونو په عمر له د فاني نړۍ سترګې پټې كړې . د ارواښاد مولوي خالص د مړينې خبر د هغه د مشر زوى انوارالحق مجاهد له خوا د خبري رسنيو له لارې د يوه ليك په بڼه خپور شوى   د مرحوم مولوي ""خالص"" لنډ ژوندليک  مولوي محمديونس ""خالص"" په کال 1919 ميلادي کال د ننګرهار ولايت د خوګياڼيو د ولسوالۍ د ګندمک د کلي (قاضيانوکلا) کې زيږيدلي ؤ هغه د پخواني بادشا محمدظاهر له وخته د بي دينۍ پرضد مبارزه پېل کړي وه په کال 1353 هـ ش کې يې د پاکستان سرحدي سيمو ته هجرت وکړ او بيا يې په کال (1357 هـ ش 1978 ميلادي ) کـــي د کــمونـــستــانــو د مــنــځتـــه راتــګ څـــخـــه وروســــتـــه د حزب اسلامي افغانستان په نوم ګوند جوړکړ . دې ګوند د کمونستانو او روسانو پر ضد جهاد کې خورا فعاله ونډه واخيسته او په کال (1358 هـ ش 1979 ميلادي ) کې مولوي ""خالص"" ننګرهار کې د (توره بوړه ) مشهور جهادي م� �کز تاسيس کړ . د مولوي محمديونس ""خالص"" پلار ملا عبدالاکبر د انګريزانو پرضد جهاد کې برخه اخيستې وه او م ولوي ""خالص"" د (1357 هـ ش کال د ميزان له مياشتې څخه د نجيب الله د رژيم ترسقوط پورې پخپله جهاد کې برخه اخيستله .  مولوي ""خالص"" پخپل منځى جګړه کې هيڅ وخت هم برخه نده اخيستې او هم يې د کمونستانو او روسانو په ګډون د يو � �ادين قوت سره هم سازش ندى کړى . مولوي محمد يونس ""خالص"" د پښتو ژبې خورا ښه وتلى شاعر او ليکوال ؤ د هغه � �عر ډيرې ځانګړتياوې درلودې چې د( بډه ) او (ماراولړم ) شعر يې خورا زيات شهرت موندلى ؤ . هغه يو شمېر کتابونه په پښتو ژبه ليکلي او هم يې له عربي ژبې څخه ژباړلي دي .  نوموړى چې خورا تکړه ديني عالم او د قرانکريم حافظ ؤ ډير وخت يې په درس او تدريس کې هم تېر کړى دى .  مولوي ""خالص"" په کال 1988 ميلادي کې د امريکا په سپېنه ماڼۍ کې د وخت د جمهور رئيس ( رونالډريګن ) سره په يوه ليدنه کې هغه ته د اسلام د سپېڅلى دين د منلو بلنه ورکړې وه .  م ولوي ""خالص"" د2003 ميلادي کال د اکتوبر په مياشت کې په ناڅاپي توګه ننګرهار کې د اصل کور څخه لادرکه او د ام� �يکايانو پرضد يي د جهاد اعلان وکړ .   ",جهادي شخصيت مولوي يونس خالص په حق ورسېد 3995,غيرت کندهارﺉ," د غيرت کندهاري � �يکنه خبري رسنيو خبر ورکړ چې د شنبې په ورځ، د جولاي په دوه ويشتمه نېټه ماځيګر ناوخته د کندهار په ښار کې د طالبانو لخوا پرله پسې دوه ځانمرګي بريدونه ترسره شول چې څوارلس کسان يې مړه او پنځه دېرش ټپيان کړل. په مړو کې دوه او په ټپيانو کې اته تنه ايتلافي عسکر وه. نور ټول افغانان وه. دغه ډول چاودنې او بريدونه د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې هره ورځ ترسره کېږي چې زيات قربانيان يې افغانان او لږ بهرني عسکر دي. د يوې اندازې له مخې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدا وروسته تر اوسه پورې چې طالبانو څومره چاودنې او بريدونه کړي دي د دوو سوو خواوشا پکې امريکايان وژل شوي او د پنځو زرو څخه زيات افغانان يې شهيدان کړي دي. د ټپيانو او بې کوره � �ويو افغانانو شمېر د دې څخه څو چنده زيات دى. هغه ولسي خلک چې د طالبانو د غلچکيو بريدونو په ځوابي عملياتو کې د ايتلافي سرتېرو لخوا شهيدان شوي دي له دې پرته دي. طالبانو وخت په وخت د دې ټولو چاودنو او بريدونو پړه په ډېره بې شرمۍ سره په خپله غاړه اخيستې ده او په دې خبره يې هيڅکله خواشيني نه ده ښودلې چې د دوى په چاودنو او بريدونو کې ولسي خلک شهيدان کېږي. دا په دې چې دوى دغه تخريبي کار ته د جهاد او اسلام نوم ورکوي خو زه وايم چې په دومره � �اګيزه توګه د څو تنو بهرني عسکرو د وژلو لپاره د سلګونو افغانانو شهيدان کوونکي ځانونو ته په کوم دليل مسلم انان وايي؟ او هغه خلک (طالبان) چې د غلو په څېر يو کلي ته ورننوځي، په دولتي او بهرنيو عسکرو ډزې وکړي، بيا تښتي يا پردي کورونه د وسلې په زور ونيسي او ايتلاف دې ته اړ کړي چې د دوى د وژلو لپاره کلي بمبار او ولسي خلک شهيدان کړي نو دوى په کوم دليل ځانونو ته مجاهدين وايي؟. زه تر هر چا د م خه د ايتلاف د ځواکونو لخوا د ولسي خلکو د شهادت پېښې غندم او زما په نظر هر زړه لرونکى انسان او مسلمان به يې غندي او غندلي به يې وي خو زه د دا ډول پېښو مسئولين او عاملين طالبان بلم ځکه چې دوى په کليو ورننوځي، د ولسي خ� �کو په کورونو کې مورچې جوړوي او له هغه ځايه په ايتلاف او دولتي عسکرو ډزې کوي. نو بيا دا خو د جنګ اصول دي چې د کوم ځاى څخه په تا ډز کېږي ته به هم په هغه ځاى ډز کوې، څوک چې تا وژل غواړې ته به کوښښ کوې چې هغه له ځانه مخکې کړې. زه خو وايم طالبان قصداً عمداً کوښښ کوي چې د کليو او کورونو د منځ نه په ايتلاف ډزې وکړي تر څو ايتلاف بېرته په دوى ځوابي بريد وکړي، ولسي خلک شهيدان شي او طالبانو ته دا چانس په لاس ورشي چې په دې توګه نړيوال ايتلاف بدنام کړي. دا هسې خبره نه ده، د هېواد په جنوبي ولايتونو کې د ولسي خلکو د شهادت پېښې په همدې توګه رامنځته شوې دي. که څ وک په دقت سره دغه پېښې مطالعه او بيا وسنجوي نو په اسانۍ سره به پوه شي چې طالبان په دغه تاکتيک سره ايتلافي او دولتي ځواک خامخا دې ته اړ کوي چې د طالبانو د وژلو لپاره کلي بمباري شي او ولسي خلک پکې شهيدان شي. په دغه ډول پېښو کې ګرده نړۍ او د ګردې نړۍ ميډيا د افغانستان دولت او ايتلاف وغندي او غوښتنه ورڅخه وکړي چې په خپلو عملياتو کې دې د ولسي خلکو ساتنه وکړي خو په دې خبره هيڅوک ځان نه پوه کوي چې دا هم د طالبانو د تاکتيکونو څخه يو تاکتيک دى او ډېر بې رحمه دى ځکه چې د خپلو سياسي اهدافو لپاره و� �سي خلک لکه ګډې او وزې قرباني کول او بيا دې ته د اسلام او جهاد نوم ورکول د داسې خلکو کار کېدلى شي چې هيڅ بشري احساس، عاطفه، رحم، ايمان او خواخوږي نه لري. دغه ډول د څو تنو بهرنيو عسکرو د وژلو لپاره داسې چاودنې او بريدونه کول چې زيات شمېر ولسي خلک پکې شهيدان شي د طالبانو د بې رحمۍ، بشر دښمنۍ، افغان دښمنۍ، هېواد دښمنۍ، اسلام دښمنۍ او د پرديو د ايجنټۍ يو ښکاره ثبوت دى . د افغانانو لپاره اوسمهال تر ټولو ستر جهاد دا دى چې هېواد د طالبانو د شر څخه وژغوري. د دې شر د له منځه تللو څخه ورسته به بهرنۍ قواوې هم � �ه افغانستانه ووزي ځکه چې نور به نو بهرنيو قواوو ته په افغانستان کې د پاته کېدو اړتيا پاتې نه شي. او که داسې ونشي نو تر څو چې طالبان په پاکستان کې روزل کېږي او افغانستان کې شر او فساد خوروي تر هغې به بهرنى ځواک هم د دوى د ځپلو لپاره موجود وي او په هېواد کې به د جنګ حالت حاکم وي. په جنګ کې نو بيا مړي خامخا کېږي. يانې ولس به کله د طالبانو او کله د ايتلاف په لاس مري او ځپل کېږي. خو که ولس راپاڅېد، د دولت ملاتړ يې وکړ او د طالبانو شر يې له م نځه يوړ نو ايتلاف به هم خپل کور ته ځي او وطن به افغانانو ته پاته کېږي. يانې دا يو شر چې له منځه لاړ شي دا بل به په خپله کور ته ځي .   ",د ولسي خلکو په شهادت کې د طالبانو لاس 3996,ځدران,"   ته مي ياديږي   ته پيښاور ته مي کابل يئ اشنا ته می ګلاب د تور اوربل يئ اشنا بي له تا ژوند زما نيمګړۍ ښکاري ته می ځيګر ته مي ګوګل يئ اشنا هم د په ورځ هم د په شپو يادوم لکه باران دي په شيبو يادوم  خداي مکړه هسې ګناهګار نشمه سحرماښام دي په تسپو يادوم کله خاټول کله رمبيل ته ګورم دستا د خوښي ګل چمبيل ته ګورم دستا يادونه پکي ټال ؤوهي کله نتکۍ کله اميل ته ګورم  اي غونډه منډه غنم رنګه ياره دميني تور په تهمت رنګه ياره پخوا به ستا راپسي زړه چاوديده اوس د کړم زه دځان ملنګه ياره په خوب د وينم چي مې ځنګ ته ناست وي لږ ګيله من وي کوز پلنګ ته ناست وي زه تخنوم دی چي په خولا د کړمه ته په غوسه وي تيار جنګ ته ناست وي د شپي را ويښه شم اسمان لټوم پکي ورک ستورئ د جانان لټوم دورځي هم ناسته قراره نه يم لاري کوځي او بيابان لټوم  اوښکي مي توي شي د ګريوان ميلمه شي لکه شبنم چي د زافران ميلمه شي دستا يادونه په خبرو را� �ي لکه \""چينار\""چي د\""کاروان\""ميلمه شي کاش چي جانان می مخستن ته راشي ايله د تن وينه به تن ته راشي \""ځدرڼه\""تا به په جرګه ورليږو چي مرور مو ټول وطن ته راشي ٦-٣-١٣٨٥ سويډن - ارل� �ف ", ته مي ياديږي 3997,"ډاکټر حسن - لندن","     نــــــــظـــــــم    ستا دهجردتیارو چې تور ځادر مې په زړه خور شي چیرته لرې مې په زړه کې ستا یادونه دلاسه کړي لکه تور تورتم دوریځو پاس په سر دچا ولا ړ وي خو لږ لرې دیوه هسک غره شنه لمن وي لمر په خپلو پلو شو کې رانغښتلې ۱۸- جولای ۲۰۰۶ لندن         څــــلـــوريــــزه     داپه غاړه دساقي کې زنار پروت دی  که زما په بیخودي کې مهارپروت دی دا نشه ده په پیالوکې چې پرې څاڅي  که په شونډودحسن کې خمار پروت دی   ډاکټر حسن  - لندن ",يو نظم اويوه څلوريزه 3998,بېنوا خپرنيزه څانګه,"  جهادي شخصيت او د اسلامي حزب مشر مولوي محمد يونس خالص نن د۱۳۸۵ لمريز کال  د زمري د مياشتې په ۲مه، د ورپيښې ناروغۍ له امله د اوه اتيا كلونو په عمر له د فاني نړۍ سترګې پټې كړې دیني عالم ، � �یکوال ،شاعر او د افغانستان  پخوانى جهادي شخصيت او د اسلامي حزب مشر مولوي محمد يونس خالص  د۱۳۸۵ لمريز کال د چنګاښ د مياشتي پر  اته ويشتمه نېټه ( ۱۹ جولای ۲۰۰۶ ) د و� �پيښې ناروغۍ له امله د اوه اتيا كلونو په عمر له د فاني نړۍ سترګې پټې كړې . د ارواښاد مولوي خالص د مړينې خبر د هغه د مشر زوى انوارالحق مجاهد له خوا د خبري رسنيو له لارې د يوه ليك په بڼه خپور شوى   د مرحوم مولوي محمديونس ""خالص"" لنډ ژوندليک  مولوي محمديونس ""خالص"" په کال 1919 ميلادي کال د ننګرهار ولايت د خوګياڼيو د ولسوالۍ د ګندمک د کلي (قاضيانوکلا) کې زيږيدلي ؤ هغه د پخواني بادشا محمدظاهر له وخته د بي دينۍ پرضد مبارزه پېل کړي وه په کال 1353 هـ ش کې يې د پاکستان سرحدي سيمو ته هجرت وکړ او بيا يې په کال (1357 هـ ش 1978 ميلادي ) کـــي د کــمونـــستــانــو د مــنــځتـــه راتــګ څـــخـــه وروســــتـــه د حزب اسلامي افغانستان په نوم ګوند جوړکړ . دې ګوند د کمونستانو او روسانو پر ضد جهاد کې خورا فعاله ونډه واخيسته او په کال (1358 هـ ش 1979 ميلادي ) کې مولوي ""خالص"" ننګرهار کې د (توره بوړه ) مشهور جهادي م� �کز تاسيس کړ . د مولوي محمديونس ""خالص"" پلار ملا عبدالاکبر د انګريزانو پرضد جهاد کې برخه اخيستې وه او م ولوي ""خالص"" د (1357 هـ ش کال د ميزان له مياشتې څخه د نجيب الله د رژيم ترسقوط پورې پخپله جهاد کې برخه اخيستله .  مولوي ""خالص"" پخپل منځى جګړه کې هيڅ وخت هم برخه نده اخيستې او هم يې د کمونستانو او روسانو په ګډون د يو � �ادين قوت سره هم سازش ندى کړى . مولوي محمد يونس ""خالص"" د پښتو ژبې خورا ښه وتلى شاعر او ليکوال ؤ د هغه � �عر ډيرې ځانګړتياوې درلودې چې د( بډه ) او (ماراولړم ) شعر يې خورا زيات شهرت موندلى ؤ . هغه يو شمېر کتابونه په پښتو ژبه ليکلي او هم يې له عربي ژبې څخه ژباړلي دي .  نوموړى چې خورا تکړه ديني عالم او د قرانکريم حافظ ؤ ډير وخت يې په درس او تدريس کې هم تېر کړى دى .  مولوي ""خالص"" په کال 1988 ميلادي کې د امريکا په سپېنه ماڼۍ کې د وخت د جمهور رئيس ( رونالډريګن ) سره په يوه ليدنه کې هغه ته د اسلام د سپېڅلى دين د منلو بلنه ورکړې وه .  م ولوي ""خالص"" د2003 ميلادي کال د اکتوبر په مياشت کې په ناڅاپي توګه ننګرهار کې د اصل کور څخه لادرکه او د ام� �يکايانو پرضد يي د جهاد اعلان وکړ .   ",دارواښاد مولوي محمديونس خالص لنډ ژوندليک 3999,ډاکټر يحیی وردګ," آغلو او ښاغلو، خوږو ماشومانو او ځوانانو! د افغانستان معلوماتي مرکز (افغانیک) ستاسو د پاره په المان کې د پښتو ژبې کورس پرانیستی دی. په دې کورس کې تاسو ته د گډون بلنه درکوو. وخت: هره ېکشنبه، دوه ساعتونه : (15-17) بجې پته : Afghanic, Seminarraum, Justus-von- Liebig-Str. 24, 53121 Bonn اړیکه  :   info@afghanic.org, 0174-741 73 06 لگښت: په مياشت کې لس يورو د � �وست کتابونه (د نورو سربېره): ١- پښتولوست. انجينرهاشم خېل ځاځی، 1993 ز ٢-  پښتو لوست. عزیزاحمد اماج، 1380 ل ٣-  زما پښتو لیکلار- د پښتو ليک زده کړه. لېوال خپرونې، 2000  ز ۴ - د پښتو د لوست کتاب. محمد يوسف  مومند، 1996 ز ٥-  د پښتو کتاب د لومړي او دوهم ټولگي لپاره. زرغونه ميوند، ١٩٩٩ ز ٦-  پښتو د لومړي ټولگي لپاره. دپوهنې وزارت، دتالیف اوترجمې رياست. ١٣٨١ ل کال ٧ - پښتو د دوهم ټولگي لپاره. دپوهنې وزارت، دتالیف اوترجمې رياست. ١٣٨١ ل کال ٨ - پښتو د دريم ټولگي لپاره. دپوهنې وزارت، دتالیف اوترجمې رياست. ١٣٨١ ل کال ٩ - او له انترنیت څخه نوې پاڼې ستاسو پوښتنو ته په لاندنۍ پته ځواب ویلو ته چمتو يوو. اړيکي :info@afghanic.org, 0174-741 73 06   افغانيک، د بن ښار، جون م ياښت، ٢٠٠٦ کال ",په جرمني کي د مورنۍ ژبې د زده کړې کورس 4000,," د دوشنبې په ورځ د كندهار ښار سپين ږيرو، قومي مشرانو، د ولسواليو مخورينو او د ولايتي شورا غړو په ګډه يوه غونډه وكړه. چي په وروستيو ځانمرګو بريدونو او بمي چاودنو كي يې د ولسي خلكو مرګ ژوبله په سختو الفاظو وغندل. او ويې ويل چي پاكستان نه غواړي افغانان آرام ژوند ولري، نو ځكه د خپلو ايجنټانو په واسطه دلته ډول_ډول نا ارامۍ زېږوي. ",د كندهار مخورينو د ځانمرګو بريدونه غندنه وكړه 4001,," ", 4002,," د طالبانو مشر ملا محمدعمر د پخواني جهادي مشر مولوي محمديونس خالص د مړيني په اړه د خواشينۍ په يو پيغام كي ويلي چي دوى ډېر خواشيني دي چي د يوه داسي عظيم رهبر د وفات خبر اوري چي د ژوند تر وروستۍ سلګۍ د جهاد م قدسو ارمانونوته وفادار پاته سو. وروسته كاږي چي په دې بيا ډېر افتخار كوي چي خالص صاحب د ځينو هغو جهادي � �هبرانو غوندي نه وو چي خپلي ګټي يې د واشنګټن په لمن كي لټولې، او د كفارو اوسنى يرغل د خپلو مادي ګټو په خاطر د قرآن كريم په آيتونو توجيه كوي، په پاى كي وايي مولوي صاحب چي څنګه د روسانو په مقابل كي جهاد اعلان كړى و هم داسي يې د امريكايانو د يرغل په وړاندي هم په ډېره مېړانه د جهاد اعلان وكړ. او د نوموړي په اند دا يو داسي ستر سعادت دى چي د ډېرو ځوانانو هم نه په نصيب كېږي. پاته دي نه وي چي د مولوي خالص د مړيني خبر پرون د هغه د زوى انورالحق مجاهد له خوا رسنيو ته لېږل سوى دى، كه څه هم له څو ك� �ونو راهيسي د مولوي يونس خالص د مړيني په اړه ضد او ناقص خبرونه خپرېدل، خو اوس خپله د دوى د كورنۍ له خوا د هغه د مړيني خبر وركول سوى دى. ",ملا محمدعمر د مولوي خالص پر مړينه پيغام خپور كړى 4003,," د طالبانو مشر ملامحمد عمر په یوه اع� �امیه کښي د دیني عالم او جهادي شخصیت  مولوي یونس خالص په مړینه ژوره خواشیني ښکاره کړې او هغه  يې په افغانستان کي د اسلامي انقلاب دیو اعظیم رهبر په خطاب سره د جهاد د مقدسو ارمانونو یو داسي وفادار ګڼلی چي د ژوند تر وروستۍ سلګۍ په خپله  اسلامي مبارزه ولاړ پاته شوی . طالب مشر په خپل اعلامیه کي پر هغه جهادي م� �رانو هم سخته نیوکه کړې چي دد په وینا  دکفارو په خدمت کې ديو شمير مادي ګټو لپاره دکفر يرغل په آيتونو توجيه کوي او دجهاد دفرضيت او نه فرضيت حکم دواشنګټن په لمن کې لټوي ",طالب مشردیونس خالص په مړینه د خواشینۍ ښوولې 4004,," نن سهار د پاكستان  د پنجاب ايالت په لاهور كي ۵ ساعته پرله پسې ډېر توند باران و اورېدئ، چي له امله يې شپږ تنه مړه سول. باران پر خلكو كورونه ونړول او له امله يې پر ځمكه ډيري اوبه ډنډ سوې، د لاهور ښار ته د الوتكو تګ راتګ هم � �ه دې وجي ځنډېدلى دى. د لاهور ښار د تاج پوره سكيم سيمي ته سېلابونه راغلي چي د خلكو كورونو ته څلور فټه اوبه ننوتلي دي. پاكستاني چارواكو وايي د ژغورني عمليات پيل سوي دي، پوځيان د كښتيو په واسطه خلك له كورونو څخه � �اباسي. ",په لاهور كي د موسمي باران له امله شپږ تنه مړه سول 4005,," د كابل ښار په ختيځ كي د سړك د غاړي ماين دوه تنه مړه او څلور ټپيان كړل، د پوليسو په وينا قربانيان يې ټول م� �كيان دي. چاودنه په داسي ځاى كي ترسره سوې ده چي تل بهرني پوځيان او د موسساتو كاركوونكي پرې تګ  راتګ كوي. دا په داسي حال كي ده چي تقريباً درې اونۍ وړاندي په كابل كي په يوه ورځ درې پرله پسې چاودني وسوې چي ډېر پوځي او دولتي كاركوونكي يې ووژل.   ",په كابل كي چاودني دوه تنه مړه او څلور ټپيان كړل 4006,," په كندهار كي د بشري حقونو د خپلواك كمېسيون د ودانۍ ډبره نن سې شنبه د زمري پر دريمه د يو لړ م� �اسمو په ترڅ كي كښېښودل سوه. په كندهار كي نوموړي كمېسيون تر اوسه خپله ودانۍ نه درلوده، خو اوس غواړي ځانګړى ځاى ولري. د ودانۍ د بنسټ ډبره په كندهار كي د نوموړي كمېسيون د مشر انجينر عبدالقادر نورزي له خوا په داسي حال كي كښېښودل سوه چي د كندهار ښار ګڼ شمېر فرهنګيان، ژورناليستان او دولتي چارواكي هم حاضر وه. د بشري حقونو د خپ� �واك كمېسيون د چارواكو په وينا د ودانۍ لګښت هم خپله د كمېسيون له بوديجې څخه وركول كېږي، چي كار به يې د را روان كال د فبرورۍ په مياشت كي بشپړ شي.  ",په كندهار كي د بشري حقونو د بنسټ ډبره كښېښودل سوه 4007,," په هيوادكې داخلاقي اواداري فساد د له منځه وړلوپه خاطرپريكړه شوې ترڅودامربالمعروف اونهي عن المنكر اداره جوړه شي ،په دې اړوند داريانا تلويزيون د ( ليدلورى ) په خپرونه كې داوقافو وزارت مرستيال ښاغلى سليمان حامد اودو� �سي جرګې مرستيالې فوزيه كوفي ته بلنه وركړه شوي وه   شريف سليمانخيل ، كابل  په هيوادكې داخلاقي اواداري فساد د له منځه وړلوپه خاطرپريكړه شوې ترڅودامربالمعروف اونهي عن المنكر اداره جوړه شي ،په دې اړوند داريانا تلويزيون د ( ليدلورى ) په خپرونه كې داوقافو وزارت مرستيال ښاغلى سليمان حامد اودو� �سي جرګې مرستيالې فوزيه كوفي ته بلنه وركړه شوي وه ترڅودهيوادوالوتليفوني پوښتنواوانديښنوته ځوابونه ووايې چې دادي ددې خپرونې بشپړ بهير ته ستاسوپام راګرځوو :  پوښتنه: آيا دا اوسنۍ اداره به هم د طالبانو د ادارې په څ يروي؟ اوس چې په كابل او د هېواد په نورو ولاياتو كې اخلاقي فساد ډير شوې دا اداره به وتوانيږي چې د دغه فساد مخه ونيسئ؟ سليمان حامد: د اسلامي ارشاداتو سره سم ددغي ادارې دنده تبليغ ترويج او دعوت دی ترڅو د ټولني خلك ښوكارونو ته را وبولي او د بدوكارنو نه يې منع كړي د هيچا په عزت، ابرو باندی به تعرض صورت و نه نيسی. او ددې ادارې صلاحيت به د اسلام په چوكاټ كې وي نه د طالبانو د رژيم په څير د امرباالمعروف اداره به داسي نه وي چې په و� �س د ژوندكولو ساحه تنګه كړئ. فوزيه كوفي: د دغو څوكلونو په ترڅ كي ډير كميسيونونه او ادارې جوړي شوې خوښه نتيجه يې نه ده وركړی اوس چې د امرباالمعروف په نوم كومه اداره جوړيږي دانه ده څرګنده چې دا اداره به د څه ډول كسانو نه جوړيږي آيا هغوی به په دې وتوانيږي چې په هېواد كې د فساد مخه ونيسئ او داسی كسان به وي چې په حقيقي توګه د فساد مخه ونيسي كه نه؟ دا لانده معلومه.  پوښتنه: د كابل او هېواد اكثر خلك ددغي ادارې په جوړيدو باندی اعتراض لري. داسې يوه اداره يوازي په هغو هېوادوكې جوړيدای شي چې نظام يې اسلامي او قدرت د علماو لاس كي وي آيا په افغانستان كي داسي څه شته؟ سليمان حامد: زموږ اوسنی نظام اسلامي جمهوریت دی دا د قانون په چوكاټ كې د افغانستان د خلكو نماينده ګانو دا نوم ټاكلی دا د بهرنه نه دی ټاكل شوی. شكر زموږ نظام اسلامي دی او په يوه اس� �امي نظام كي د امرباالمعروف د ادراې شتون څه ستونزې نه لري. نطاق: څه تضمين وجود لری چې د امرباالمعروف اداره به په هېواد كې د فساد مخه په حقيقي توګه ونيسئ؟ سليمان حامد: د افغانستان دولت يو اسلامي دولت دی او دا اداره چې د حج او اوقافو د وزارت په چوكات كي جوړيږي د مومنو او مصلحو اشخاصو به جوړه وي د دولت د ټولو ادارو هيله په هېواد كی امن ورورولي او ددې نظام تينګښت دی نو دا اداره به هم د فساد په وركولوكي تروروستي حده خپله ايماني دنده پرځای كړي. پوښتنه: امر باالمعروف بايد يوه اداره نه بلكه يو وزارت وي لكه د طالبانو په څير ځكه اوس په هېواد كي فساد هغه حدته رسيدلی چې دا اداره يې نشی كنترولولی كه چيري دا اداره قاطع عمل ونه كړي فكر نه كيږی چې دا اداره كاميابه شي. فوزيه كوفي: د افغانستان په اساسی قانون او نورو قوانينوكې راغلې چې هيڅ � �انون د اسلام د مبارك دين د ارزښتونو پر خلاف نشی تدوين كيدلی كه دغه اداره هم قاطع او عملی ګامونه واخلی زه باور لرم چې په هېواد كی به د اخلاقی او اداری فساد مخه ونيول شی خو كه يوازی د يوه سياسی وسيلی په توګه پاتی شی نو موثريت به يی هيڅ نه وی. پوښتنه: د دولت د دغو ټولو زياتو تشكيلاتو سره به دا اداره يو بل اضافی تشكيل نه وی او په اداره كی به تورم را منځته نه كړی؟ سليمان حامد: دا اداره مخكی په ستره محكمه كی د احتساب د � �ياست په نوم موجوده وه. خو اوس په حج او اوقافو پوری ونړل شول. دا كوم اداری تورم نه رامنځته كوی حتی اغيزمنه كيدی شی. نطاق: په دغه اداره كی به څنګه كسان په دنده وګمارل شي؟ فوزيه كوفي: اول بايد ددغه ادارې ص� �احيتونه تعريف شي چې آيا دا اداره يوه نظارتي اداره ده او كه عملي او اجرايي دلته فرد مهم نه دی دلته د ټول سيسټم خبره مطرح ده د افغانستان اوسنى ادارې سيسټم يو پاشلی او پراګنده سيسټم دی همدغه سيسټم د اخلاقي او اداري فساد عامل دی نه افراد. پوښتنه: زه يو ډاكتر يم او د يوه ډاكتر په توګه ددغي ادارې جوړيدل د زړه له كومی تاييدوم. ځكه هغه څه چې په اسلام كي منعه دي طب هم منعه كړی دي زماغوښتنه له هېواد والو نه دا ده چې ددغي ادارې له جوړيدو سره دی مخالفت نه ښكاره كوی ترڅو په هېواد كې د فساد مخه ونيول شی. خو د دولت نه مې غوښتنه داده چې دا اداره دی د نورو ادارو په څير په نوم يوه ادراه نه وي. نطاق: څنګه كيدای شي دغه اداره يوه موثره اداره شي؟ كوفي: موږ اوس د بحران په حالت كی يو د زړې ادارې ځای بايد نوی او اصلاح شوی اداره ونيسی. ځكه دا د بحران حالت دی. موږ اداري فساد د دولت په ادارې كي بيروكراسي او نور مشكلات منو خوخبره داده چې يو سيسټم را منځته شی. اوس دغه اداري سيسټم ناكاره دی. ددیې لپاره ضروری ده چې په حكومت او دولت كې احزابو ته ونډه وړكړل شي. بله خبره داده چې د اړيكو ځای بايد ضوابط ونيسی نه روابط ، د اوسنی ادارې لويه ستونزه داده چې په نظام كی سياسي احزابو ته ونډه نه وركول كيږی. پوښتنه: زه د يوې ښځی په توګه ددې ادارې جوړيدل نه منم ځكه موږ ښځو يو ځل د طالبانو په وخت كي دا اداره ازمايلی ده. همدا اوس ترهګر او بنسټپال د نجونو مكتبونه سوځي موږ دا اداره نه غواړو ددغی ادا� �ې جوړيدل د دموكراسی د اصولو خلاف يو عمل دی. كوفي : هيڅ مسلمان د امرباالمعروف مخالف نه دی خو د طالبانو په دوره كي ددغی ادارې موجوديت خلكوته د انګراني پيدا كړيده بله خبره داده چې ددې ادارې نه بايد سياسی استفاده ون� �ئ. ځكه خو ښځی او نور ولس نګراني لري. دا چې د افغانستان اساسي قانون او نور قوانين د شرعيت په رڼاكي عمل كوي نو بيا د دغسي ادارې شتون ته هيڅ ضرورت نشته. زه ددغی ادارې جوړيدل دولس په شخصی ژوندكې يوه څرګنده مداخله ګڼم. پوښتنه: امر باالمعروف بايد درې خصوصيته ولري. - اول: بايد سمه تنخوا ولري - دوهم: بايد پخپ� �ه دوی دغسی ښه صفات ولري  - دريم: بايد په ايمان داري خپله وظيفه تر سره كړي آيا دا به داسي يوه اداره وي كه نه؟ سليمان حامد: بلې! دا اداره كي به هم داسي كسان وي چې ښه صفات ولري او يوه ځانګړی ډله وی دا په نورو اس� �امی ملكونو كي هم شته چې د دولت له لوري ورته تنخوا وركول كيږي دوی دي تشويش نه كوي. نطاق: آيا په نورو اسلامي هېوادونوكي هم دغسی ادارې شته؟ كوفي: بلې په مصركي شته خو هلته د پوليسو په چوكاټ كي وجود لري. هلته سياسي استفاده له دې ادارې نه كيږی. لكه د طالبانو په وخت كې چې په ډيره ظالمانه توګه له دې ادارې نه ګټه پورته � �وه. ځكه هېوادوال انديښنه لري. پوښتنه: آيا دغه اداره دولت اعلاموي او كه يې ريكلاموي؟ سليمان حامد: دولت دا اداره تاييد كړې او غواړي چې د فساد دله منځه وړلو په خاطر هغه څه چې په توان كي لري په كار واچوي. كوفي: د فقي عالمان امرباالمعروف د دين شپږم ركن بولي او دا د هر مسلمان وجيبه ګڼي ترڅو په دې لاره كې ګام واخلي خوپه يوه شرط چې د دغسي ارګان نه سياسي ګټه پورته نشي لكه طالبانو چي دا كار وكړ. اوس دا تضمين ن� �ته چې آيا ددې ادارې نه به په سمه توګه ګټه واخيستل شي او كه به سياسي ګټه ترې پورته شي. سليمان حامد: د كوفي خور د انديښنې په هكله بايد ووايم چې دا اداره محدوده نه ده اوس د حج او اوقاف د وزارت په چوكاټ كي د هېواد ټولي چاري اوكړنې راغونډي شوي دي دا وزارت به په مستقيمه توګه ددغي ادارې كار څاری. ",دامر بالمعروف اونهي عن المنكر دادارې جوړيدل !! 4008,," د لبنان جنوب ختيځ ښار ((خيام)) ته نيژدې د اسرائيلي پوځيانو د حملې له امله د ملګروملتونو د سوله ساتو ځواكونو څلور سرتيري وژل سوي دي. د بريد قربانيان د اتريش، كاناډا، چين او فنلډ اوسېدونكي دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي كوفي عنان ويلي داسي ښكاري چي اسرائيلي پوځيانو دي قصداً دا كار كړى وي، خو په ملګرو ملتونو كي د اسرائيلو استازي پر دې كار اندېښنه ښوولې او د قصدي بريد خبره يې رد كړې ده. په لبنان كي د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواكونو يو چارواكي ويلي چي د اسرائيلو بمبار هغه وخت لا هم روان وو چي قربانيانو ته د مرستندويه ټولنو مرستي رواني وې. ",اسرائيلو د ملګرو ملتونو پر كاركوونكي بريد كړى 4009,شمس,"  دخوست ولايت صحراباغ په پوليګون كې ددې ولايت يوشمېر پوليسوته  د توفنګچوويشتنې ټرنېنګ وركړل شو.پدې اړه دخوست امنيې قوماندانۍدنظارت خانې يوتن افسرلومړي څارن محمدزمان چې دصحراباغ په پوليګون كې يې دپوليسوروزنې دنده پرغاړه وه وويل چې د اېتلافي ځواكونولخوامخكې له مخكې دپوليسوپنځه تنه افسران پرتوفنګچودنښې ويشتنې لپاره و روزل شول بيانوموړوافسرانويو� �مېر پوليس وروزل ترڅووكولى شي په امريكايې سېګمانومي توفنګچوباندې نښه وولي .                               &n; bsp;     محمدزمان پخپلوخبروكې وويل چې يادې شوې امريكايي توفنګچې نوي جوړې شوې دي اودپوليسوله روزنې وروسته  هرپوليس ته يوه ،يوه توفنكچه وركول كيږي .پرسېګمانومي توفنګچوباندې دنښې ويشتنې لپاره دپوليسود� �وزنې دغه لړۍ نيږدې له پنځو ورځو راهيسې پيل شوېده اونن يوشمېرپوليسوته له  نظري لوست وروسته عملي روزنه هم وركړل شوه،له انداخت وروسته دوى ته توفنګچې وركړل شوې  .محمدزمان وويل چې لدې وروسته به دخوست ولايت دنو� �وپوليسوروزنه پيل كيږي ،پدې ډول به ددې ولايت ټول پوليس دتوفنګچوانداخت لپاره وروزل شي اوله روزنې وروسته به يادې شوې امريكايي توفنګچې وركړل شي  .     ",دخوست پوليس دتوفنګچوانداخت لپاره روزل كيږي 4010,," ولسي جرګې له دوبنيو رخصتيو و� �وسته په كار پيل وكړ د ولسي جرګې غړي چي د دوبي له اوږدې رخصتۍ څخه وروسته يې بايد درې ورځي وړاندي په كار پيل كړى واى خو د ځينو نا معلومو لاملونو له امله غونډه درې ورځي نوره هم ځنډولې وه. بالاخره نن يې د دوهم پړاو � �ومړۍ غونډه جوړه كړه. په غونډه كي تر ډېره د هيواد پر امنيتي ستونزو خبري وسوې، او پرېكړه وسوه چي د رات� �ونكي اونۍ غونډي ته به د هيواد د دفاع وزارت، كورنيو چارو او ملي امنيت چارواكي راوغواړي، او پر ستونزو به و� �سره ږغېږي. د ولسي جرګې په مخ كي د ستري محكمې رئيس او پنځو رد سوو وزيرانو ته د باور رايي د وركولو غټه ستونزه هم پرته ده، چي د ځينو په اند د ولسمشر له خوا به ښايي دوه سرپرست وزيران سيد مخدوم رهين او محمدامين ف� �هنګ د بارو رايو لپاره بيا وړاندي سي ",ولسي جرګې له دوبنيو رخصتيو وروسته په كار پيل وكړ 4011,," طالب وياند د بېلا بېلو وژنواو یو هلیکوپټر د ویشتلو ادعا كوي د طالبانو وياند ډاكټر محمدحنيف وايي چي د بغلان ولايت د نهرين ولسوالي سره نيژدې يې د ناټو ځواكونو موټر په ريموټ بم الوزولى دى چي پكښي ناست سپرلي ټول وژل سوي دي، همداسي د يوې بلي ورته پېښي په اړه وايي چي د پكتيكا ولايت د پټان ولسوالي په لنډي كلي كي يې د امريكايانو موټر الوزولى دى، خو له ځاني زيان څخه ځان نا خبره ښيي. وياند زياتوي چي د كاپيسا ولايت د تګاب ولسوالي له مياخېل كلي سره نېژدې يې نن له ايتلافي ځواكونو سره په مخامخ جګړه كي يو طالب ټپي سوى او دوه امريكايان يې وژلي دي، ده همدا� �نګه  وویل چی  پلویانو ئې نن دماسپښين نه پس  دپکتيا ولايت دجاني خيلو ولسوالۍ کې دامريکايي عسکرو يو ه چور� �که په نوي اسلحه وويشته او نسکوره يي کړه خو د نوموړي د دې ټولو ادعاوو ځني يوه هم تر اوسه نه دولتي چارواكو تائيد كړې ده او نه يې هم په اړه ايتلافي ځواكونو څه ويلي دي. ",طالبان د بېلا بېلو وژنواو یو هلیکوپټردویشتلو ادعا كوي 4012,," ولسمشر د تاجكستان پلازمېني دوشنبې ته وخوځېد افغان ولسمشر حامد كرزى نن ګاونډي هيواد تاجكستان ته وخوځېد، ولسمشر هلته د درو هيوادونو تاجكستان، افغانستان او اېران په سرمشريزه غونډه كي د ګډون لپاره تللى دى. په پام كي نيول سوې ده چي هلته به د اېران له ولسمشر محمود احمدي نژاد او د تاجكستان له ولسمشر امام علي رحمانوف سره ځيني اقتصادي او سوداګرېز تړونونه لاسليك كړي. او په افغانستان او تاجكستان كي به د يو بل هيوادونو د بنديانو په اړه هم سره وږغېږي. پاته دي نه وي چي د دغي غونډي جوړېدل د روان كال په جنوري كي د اېران په پلازمېنه تهران كي په پام كي نيول سوې وه، خو په هيواد كي د ځينو ستونزو له امله د افغان ولسمشر په غوښتنه ځنډېدلې وه ",ولسمشر د تاجكستان پلازمېني دوشنبې ته وخوځېد 4013,ډګروال خوشال ملنګ," ډګروال خوشحال ملنګ ( دارواښاد ملنګ جان وراره )    طلبګار داصيل ګل زه ملنګ جان يم   چې ترې بوى دګنډيري ځي لونګ څه كړ م  كله چې دفولکلوريکي معاصري شاعرۍ بحث او خبري كېږي نو په دې اړه ترهر چا وړاندې دهېواددنوميالي وتلي او پېژندل شوي م لي شاعرارواښاد ملنګ جان نوم او شاعري دانسان سترګو ته  ودرېږي، ارواښاد ملنګ جان د پښتو ادب او شاعرۍ په اسمان كې ځلانده او په ځانګړې ډول دپښتوولسي شاعرۍ تر ټولو ستر ځلېدونكى ستورى و . هېڅ داسې پښتون  هنر مند به نه وي چې دملنګ جان دشعر په  زمزمه كولو يې خپل محفل ته نوى  اوخوږ رنګ نه وي وركړى  هېڅ داسې پښتون به نه وي چې دملنګ جان شعرونه يې لوستي او يا اورېدلي نه وي . ملنګ جان له نن څخه څه دپاسه ۴۹ كاله مخكې په حق رسېدلى دى خو دهغه فن او هنر او دده شعر او شاعري اوس هم ژوندۍ ده . دده ملي نغمې اوس هم  په لره او بره پښتونخوا كې انګازې كوي دده كلام، دده نظمونه او دده شاعري اوس هم دلر او بر پښتنو  دح جرې مالګه ده. ملنګ جان دكورنۍ له پلوه ملنګ نه و ، دى دوطن مينې ملنګ كړى و، دى دهغه ملنګانو په ډله كې و  چې په مادياتو پسې نه  ،بلكې په معنوياتو پسې يې كچكول ګرځاوه، دى دپيسو ، زرو او مادې  ملنګ نه و،  بلكې ديوستر ملي هدف په لټون پسې ملنګ و،ده په خپل كچكول كې هر څه دپښتون قام  لپاره غوښتل او دپښتون لپاره يې پښتونستان غوښته، هغه پښتونستان چې له بده مرغه  دده له مړينې وروسته ډېرو تش په نامه مش� �انو پرې سوداګري وكړه ،ده د يوهدف لپاره مبارزه كوله،  دهغه عالي هدف لپاره چې دى ورته له هر څه څخه تېر وو داسې يو   هدف چې ده  ترې  دځان په شمول خپل يواځينى زوى دواجان هم قرباني كاوه.  ستاسو له ځان نه زما ځان ځار شه    ستاسو بچو نه دواجان ځارشه ملنګ جان پښتون شاعر و ، په � �ېښتوني مانا پښتون ، له دربار څخه لرې ، له چاپلوسۍ او تملق څخه لرې، له خانانو او بډايانو څخه لرې، ملنګ جان په ملنګانو، درويشانو ، نېستمنو، بېوزلو، محرومو او له ټولو مادي   امتيازاتو څخه په بې برخې انسانانو عاشق و، ده ، همدوى ته جنت غوښته، دهمدوى  مينې  له امين څخه امين جان او  بيا ملنګ جان جوړ كړ،ده ديو پښتون قام په سينه كې ديوې سا چلېدل غوښتل  ده  لراو بر پښتون يواو متفق  غوښت، ده خپل ټول فن او هنر، ټو� �ه انرژي او ځواك همدې موخې ته وقف كړى و، همدا خدمت او عالي احساس ووچې نوموړى يې پر زړونو بې تاجه باچا كړى و ،زه دملنګ جان ديواځيني باسواده نارينه مشر وارث (وراره)  په توګه ځينې يادښتونه او وړانديزونه لرم چې په لاندې � �ول يې وړاندې كوم.   ١ - اكثره اديبان  ،ليكوالان او دملنګ جان مينه وال او دفن څېړونكي وايي او ليكي چې ملنګ جان په يوې غريبې نيستمنې اوبيوزلې كورنۍ كې زېږېدلى دى او دمحروميت  څپېړې يې خوړلې دي په داسې حال كې چې دايو سهوه او يا ناخبري ده ځكه چې دملنګ جان پلار ملك عبدالشكور دخپل وخت او دخپل كلي ملك و او ډېر شهرت او جايداد يې درلود چې دهغه له شهادت څخه وروسته بيا دظالمانواو متجاوزينو له خوا ترې په زور او ظلم ونيول شو ٢-  ډېر خلك دملنګ جان له نوم څخه ناوړه ګټه اخلي او دمادي او معنوي امتيازاتو دترلاسه كولو لپاره ځان دهغه د كورنۍ غړى معرفي كوي دا سمه ده چې ملنګ جان دهر چا وو خو دشهرت او يا دولت دترلاسه كولو لپاره په علمي او ادبي حلقو كې ځان دهغه وراره، خوريى ، ورور ، تره  او ... معرفي كول اودهغه له نوم څخه استفاده به زما په نظر نا ځواني و ي . ٣_ځينو شاعرانو ملنګ جان تخلص ايښى دى چې دا كار د مطبوعاتو دقانون مخالف كار هم دى او دملنګ جان دشعرونو سره يو التباس هم رامنځته كوي دملنګ جان شع� �ونه ډېر مشهور دي او پخپله هم ډېر مشهور دى كله چې په اخبار، راډيواويا  سندره كې له کوم شعر سره دملنګ جان نوم واخېستل شي نو  ذهن ته سمدستي دمشهور  ملنګ جان  (محمد امين ) څېره  راشي نو ددې التباس دم خنيوي لپاره بايد له دې كار څخه ډډه وشي . ٤_دملنګ جان مزار ترميم او بيا رغونې ته اړتيا لري هيله ده چې دپښتو او پښتونولۍ عاشقان په دې اړه  ټينګه پاملرنه وكړي كه څه هم يو ځل پخواني والي  حاجي عبدالقدير دملنګ جان دمزار دترميم لپاره په لازمه اندازه مرسته كړې وه خو دهغه له مرګ څخه وروسته هغه پيسې هم وركې شوې او كار هم نيمګړې پاتې شو چې ځينې ليكوالو په هماغه وخت  كې دا خبره په مطبوعاتو كې راپورته هم كړه . اوسني والي ښاغلي ګل اغا شېرزي هم يو څه کار وکړ خو دا هم نابسيا دى . ٥-دملنګ جان دمزاراو دم زار دانګړ لپاره حكومت يو څه ځمكه بېله كړې وه چې دزورورو لخوا غصب شوې او نږدې ده چې مزار ته ورغلې لار هم بنده  شي اودملنګ جان   دمزار په دېوالوجوخت خلك خپل ځانته كورونه جوړوي هيله ده چې چارواكي يې  په ښاروالۍ كې دپرتې نقشې له مخې پوښتنه وكړي . ٦-دملنګ جان دروح دخوښۍ لپاره دې دهغه دافكارو او  سپېڅلو موخودتحقق لپاره هلې ځلې وشي. ځينې هنرمندان دمرحوم ملنګ جان  ځينې شعرونه له خپلې خوښې سره سم اړوي چې دا جفا او سرغړاوى دى  دبېلګې په ډول دا چاربيته  چې په  لاندې ډول ويل شويده ( زه پښتون يم زما روح پښتونستان دى، بې له روحه څوك ژوندون نه شي كولى ) چې   ځينې  يې داسې وايي ( زه افغان يم زما روح افغانستان دى ) دا يوه غلطي ده او بايد كټ مټ هغه شان  وويل شي کوم ډول چې ملنګ جان وېلي ده  او بايد هنرمندان له خپل ځان څخه پکې لاس ونه وهي .  چي خير خواه دوطن نه وي ملنګ جانه  خـُلص دا چي نه پښتون او نه انسان دى ",دارواښاد ملنګ جان په ياد ( دخوشال ملنګ ليکنه) 4014,"� �ه بېلابېلو مطبوعاتو څخه"," د دوو اوونيو راپه دې خوا پر لبنان د اسرائيلو هوايي او مځکني بريدونه په پرله پسې توګه روان دي . دمنځني ختيځ دې خونړۍ شخړي د ټولي نړۍ د مطبوعاتو دسرخبر ونه جوړوي . اسرائيل په پرله پسې توګه ادعا کوي چي د د بريدونو مقصد يې دحزب الله دګوند د س� �تيرو له خوا د توغنديو او حملو څخه د اسرائيل دخاوري ژغورل او خپلو هغو بنديانو خلاصول دي کوم چي حزب الله ديرغملو په توګه ساتلي دي . خو له لبنان څخه په خپرېدونکو ويډيووي او انځوريزو رپورټونو کي ليدل او اورېدل کيږ ي چي اسرائيلو د لبنان پر ملکي وګړيو بريدونه کوي چي دنورو تر څنګ په ډېر شمېر ماشومان او ښځي وژلي شوي دي . بېنوا ويبپاڼه له يو شمېر رسنيو څخه يو انځوريز رپورټ تاسو ته وړاندي کوي .   له بېلابېلو نړيوالو مطبوعاتو څخه ",اسرائيل په لبنان کي ملکي وګړي وژني ( انځوريز رپورټ ) 4015,محمد پرویش شاهین,"  د محمد پرویش شاهین ليکنه ",پښتون کبير ( دارواښاد کبير ستوري په اړه څو خبري ) 4016,ابوخلیل," ابوخلیل : د وخت په تېرېدلو سره په هر څه کي بدلون راغلی او هر څه د نوښت په حالت کي دي نن که له یوې خوا د عصري تکنالوژي په مټه د فساد اډانې پراخي شویدي خو تر څنګ یې د مصلحینو لپاره هم زیات د چوپړ چانسونه  له ځان سره راوړي دي له دې اډانو ځخه یوهم نړیوال جال (Internet) ده چي له بشپړي نړۍ څخه یې یو وړوکی کور جوړ کړی او هر څوک کولای شي په ډېر لنډ وخت کي خپل غږ او یا پیغام د نړۍ له یوه ګوټ څخه هغه بل ګوټ ته ورسوي له دې جال ځخه هر څوک د خپل استعداد سره سم چي څرنګه وغواړي کار اخېستلای شي ، دې جال که له یوې خوا د انساني ټولني لپاره زیاتي وړیا آسانتیاوي له ځان سره راوړي دي خو په عین وخت کي د خیر اوشر او دحق او باطل د پلویانو لپاره د کشتي یوه تخته ګرزېدلي ده چي دواړو خواوو یو دبل دراپرزلو لپاره مټي رانغښتي دي او بډي وهي او وروستی بری انشاء الله تعالی د حق دپلویانو دی وماذلک علی الله بعزیز .    پدې کي څه شک نشته چي نړیوال معلوماتي جال (Internet) یو له هغو مهمو عصري اختراعاتو څخه دی چي د ماشومانو او ځوانانو معلوماتو ته وده ورکوي او ذهني پانګه یې زیاتوي خو په څنګ کي ځیني داسي پلید او زهرجن مواد هم لري چي د پلرونو په حیث په مونږ لازمه ده چي خپلو اولادونو ته له هغه څخه د ځان دساتني درک او احساس ورکړو او هم په خپله ددې خطرونو د مخنیوي لپاره ضروري احتیاطي تدبیرونه په کار واچوو . دا ویل به بې ځایه نه وي چي ماشومان او د نن ځوان نسل کېدای شي له دې جال څخه ډېر هغه څه لاس ته راوړي چي هغه هغوی ته په ګټه تمام شي او په ورځني او راتلونکي ژوند کي هغوی ته په درد وخوري او دا هم کېدای شي چي ددې جال له لاري هغوی د جرائمو اوناوړي استفادې هدف وګرزي د نن نسل څرنګه چي په یوه بېله نړۍ کي ژوند کوي هڅي کوي چي په دې نړۍ کي چي کوم نوي شیان دي هغه ځانته معلوم کړي. دا کار په ډیره آساني سره مراقبت او بشپړي نګراني ته اړ تیا لري ترڅو ددې ژمني باور پیدا شي چي د تکنالوژي په ډګر کي د ځوان نسل پوهني او آزمویني سالمي ، ګټوري او ثمربښونکي دي. په پیل کي پلرونو ته په کار ده چي د ماشومانو لپاره ځیني مقررات وټاکي او یوداسي تقسیم الاوقات جوړ کړي چي د هغې له مخي زمونږ اولادونه دا نړیوال جال وګوري د هغوي کمپیوتر باید په یوه داسي ځای کي ایښی وي چي د کورنۍ وګړي ګرځي او را ګرځي همدا راز مور او پلار باید د کمپیوتر او نړیوال معلوماتي جال په هکله بشپړ معلومات ولري  تر څو ددې جال پلټونکی (Explorer) په داسي شکل تیار (Setup) کړي  چي د هغو بربنډو عکسونو او فاسدو موادو مخنیوی وکړي چي کېدای شي د اعلانونو په بڼه او یا په بل � �کل ددې جال له لاري د کمپیوتر په هېنداره ښکاره شي. سربېره په دې له ځینو هغو پروګرامونو څخه چي لاندي به په ګوته شي کار واخلي چي هغه کتنځایونه (Sites) پټ وساتي کوم چي ناوړه مواد خپروي .په نړیوال جال کي کوم احتمالي خطرونه شته دي ؟ زمونږ د هغو زامنو او لوڼو لپاره چي د بلوغ او لویښت په مرحله کي دي د نړیوال جال د کتلو په وخت کي ځیني خطرونه دي چي هغه به په لاندي ډول خلاصه کړو :۱-لومړی خطر له هغو موادو سره په غېږه ورتلل او یا د هغو شیانو لیدل دی چي هغه د مثال په توګه یا خو د هغوی د عمر مناسب نه وي او یا په اخلاقي توګه د لیدلو وړ نه وي لکه بربنډ عکسونه او جنسي ناولونه او محاورې یا تشدد امیزه او ډاروونکي مواد. 2- بل خطر نا پېژندلو کسانو ته د خپل ځان یا کورنۍ او د کورنۍ د افرادو په هکله معلومات ورکول دي چي کېدای شي د ځینو پلیدو عناصرو او ضعیف النفس انسانانو له خوا ترې ناوړه استفاده وشي .3- بل خطر د برېښنا لیکونو له لاري له داسي معلوماتو سره لاس او ګ� �ېوان کېدل دی چي هغه خو یا اخلاقاً ناوړه مواد وړاندي کوي او یاپه ډار اچونه او تشدد باندي بناوي او یا داسي تبعیضونو ته بلنه کوي چي د یوې عقیدې یا مذهب او یا یوه خاص قوم یا ټولني په ضد وي . له دې خطرونو څخه ځان څرنګه وساتو ؟زیات تره هغه څوک چي د دې جال خدمت (Service) عام ولس ته وړاندي کوي له هغوی سره داسي امکانات او وسائل وي چي مور او پلار ته ددې ځواک وربښی چي د خپلو اولادونو لپاره په نړیوال جال هغه کتنځایونه بېل او وټاکي کوم چي د هغوی اولادونه ورته رسېدلای شي او ځیني هغه کتنځایونه بند کړي چي هغه څه ګټه نلري او سرچپه ناوړي اغېزې کېدای شي ولري لکه شیطان ټوپسکي (Chatrooms)علاوه پر دې ځیني داسي پروګرامونه هم په مارکېټ کي لاس ته راوړل کیدی شي چي د هغوی جوړښت  یوازي ددې لپاره شوي وي چي له مور او پلار سره په دې کي مرسته وکړي چي د هغوی اولادونه په نړیوال م علوماتي جال هغو کتنځایونو ته له رسېدلو ځخه راوګرزوي او یا یې بند کړي کوم چي هلته ناوړه مواد وجود لري. او� �ادونو ته څه کول په کار ده ؟ګرانو ماشومانو:  د دې نړیوال معلوماتي جال له استعمال ځخه هدف او مقصد د هغه څه لاس ته راوړل او یا په هغه څه ځان خبرول دی چي هغه تاسو ته ګټه رسوي او یا ستاسو په معلوماتو کي زیات توب راولي تاسو باید لاندي ټکي په جدي توګه په پام کي ونیسي: ۱- کله چي له ځینو داسي معلوماتو او یا عکسونو سره مخامخ شۍ چي هغه اخلاقا ځوروونکي وي سمدلاسه باید خپل مور اوپلار ته خبر ورکړۍ تر څو هغوی مو روغه رهنمایې وکړي. 2- دا ضروري ده چي تاسو ددې جال د کارولو په مهال د ځان یا مور او پلار او یا کورنۍ په هکله معلومات لکه د تلیفون لمب� �...... یو چاته هم ورنکړۍ ، مخکي له دې چي له مور اوپلار ځخه مو اجازت نه وي ترلاسه کړي کله هم له یوچا سره په ګپ شپ او خبرو مه لګیا کېږۍ او چي کله له یوچا سره خبري کول وغواړۍ حتماً خپل پلاراو یا مور له ځان سره کېنوۍ تر څو هغوی دا خبري وڅاري ، دا ځکه چي دا جال په داسي بدخویو انسانانو ډکه ده چي له هغوی ځخه د ځان ساتل او ورسره نه مخامخ کېدل په تاسو لازم او فرض دی  .3- تر څو چي ستاسو مور او پلار اجازت نه وي درکړی کله هم د ځان او یا د کورنۍ د اف� �ادو انځورونه او یا عکسونه په نړیوال معلوماتي جال چاته مه لېږۍ  . 4-  کله چي هم په خپلو برېښنا لیکونو نا پیژانده او یا داسي ناوړه لیکونه تاسو ته راشي چي ستاسو پاک او سالم فطرت یې ناوړه او ناولي وبولي مه یې پ� �انیزۍ او ځواب یې مه ورکوۍ ، دا ستاسو ګناه نه ده چي ناوړه لیکونه درته راځي بلکه دا دهغه لېږونکي ګناه ده چاچي تاسوته رالېږلي دي  ، غوره چلند هم داده چي دداسي لیکونو کله هم ځواب مه ورکوۍ او که لېږونکی اشنا شخص وي سمد� �اسه خپل مور او پلار ورباندي خبرکړۍ او که ناپېژانده شخص وي او مور او پلار مو حاضر نه وي نو تر پرانستلو مخکي یې سمدلاسه ورک (Delete) کړۍ دا هم کېدای شي چي نا پېژانده لیکونه وایرس (Virus) ولري او په پرانستلو سره یې ستاسو د کم پیوتر ټول سیستم  وران شي. پلرونو او مېندو ته څه کول په کار دی ؟۱- پلرونو او مېندو ته زمونږ دا وړاندیز دی چي هغوی له خپلو اولادونو سره نژدې واوسي ، تل ور سره خبري وکړي هغوی ته غوږ ونیسي تر څو یې ستونځي واوري د نړیوال معلوماتي جال د استعمال لپاره ځیني مقررات او اصول وټاکي خپل اولادونه په دې ټینګ وپوهوي چي په دې جال کي په هیچا هم باور ونکړي او ځاني معلومات لکه د کور آدرس د مکتب او یا مدرسې نوم یا د تلیفون شمېره خپل حقېقي نومونه او یا د مور او پلار او خپلوانو نومونه او ادرسونه هیچا ته هم ورنکړي ځکه چي پایلي به یې ښې نه وي .2- غوره خوداده چي زمونږ اولادونه شیطان ټوپسکي (Chatroom) ونه کاروي ځکه چي دا څه ګټه نلري او د وخت ضایع کول دی خو که یې بیا هم کله کاروي نو پلاراومور ته په کار ده چي هغوی په دې عادت کړي چي په برېښنالیک او د شیطان ټوپسکي (Chatroom) په خبرو اترو کي له مستعار ( بدل ) نومونو ځخه کار واخلي. ۳- پلار او مور باید هغه کاروني ځان ته معلومي کړي کوم چي یې اولادونه ددې جال د پرانستلو پر مهال کاروي او که مور او پلار له دې جال سره نااشنا وي پرې دږدي چي اولادونه یې د هغو خدمتونو په کارولو خبر او پوه کړي کوم چي هغوی یې لاس ته راوړي  4-هغوی باید د هغو کتنځایونو په هکله بشپړ معلومات ولري کوم چي یې اولادونه پرانیزي تر څو یې له هغو ځایونو ځخه وژغوري کوم چي ناوړه او غیر اخلاقي مواد لري. 5- د والدینو تعقیب باید تل او همېشنی وي تر څو چي اولادونو یې په دې پوه شي چي نړیوال جال د علمي استفادې لپاره ده نه د ساتېري او د وخت د ضایع کولو لپاره. 6- هغوی ( والدین ) باید په دې هم پوه وي چي هغه څه چي په دې جال کي دي ټول هم واقعي او رېښتیني نه دي. 7- د نړیوال جال د عکاسي کامرې باید د کور دننه ته پرې نه ږدۍ په همدې شکل خپل اولادونه له دې ځخه منع کړۍ چي ستاسو له اجازت ځخه پرته په دې جال له یوچا سره مخامخ خبرو ته کېني. ۸- خپل اولادونه په سپینو خبرو او رېښتیا ویلو عادت کړۍاو ددې جال په هکله د هغوی تجارب او معلوماتو ته غوږ ونیسۍ او د هغوی ګټورو هڅو او ښو کړووړو ته شاباش ووایاست تر څو هغوی نور هم لا زیات تشویق کړل شي  د هغوی برېښنا لیکونو ته د رالېږل شویو لیکونو په هکله تل هغوی وپوهوۍ او د هغوی برېښنا لیکونو ته د � �اغلو لیکونو د محتویاتو لوستل او معلومول خپل همېشنی عادت وګرزوۍ او د خپل کلتور اواسلامي لارښوونو په رڼا کي د هغوی راهنمایي وکړۍ. ۹- د خپل اولاد تعقیب کله هم مه پرېږدۍ ، هغه وختونه په ډېر دقت سره وټاکۍ کوم چي په هغې کي ستاسي اولادونه د کمپیوتر هېندارو ته کېني تر څو د هغوی د مکتب د لیک او لوست کورني کارونه ځیني اغېزمن نشي. 10- والدینو ته په کار ده چي د ځان اواولادونو په مېنځ کي د اعتماد یوه ښکلي فضا جوړه کړي په دې شکل به وکو� �ای شي چي د نړیوال جال په ډوبوونکي بې ساحله سمندر کي د لامبو وهلو په مهال د هغوي غوره مرستیالان جوړ شي. کوم پروګرامونه زمونږ مرسته کولای شي ؟Cyber Patrol یو غوره پروګرام دی چي ناوړو کتنځایونو ته ماشومان نه پ� �ېږدي د هغوی د عمرونو سره سم د هغه ځیني نسخې کارولی شي .http://www.microsys.com د دې پاڼي آدرس دییو بل پروګرام CYBERsitter  دی چي هغه هم ماشومان ناوړو ځایونوته له رسېدلو ځخه راګرزوي او ناوړه مواد د کمپیوتر په هېنداره له وړاندي کولو ځخه بندوي. د دې پاڼي آدرس دیhttp://www.solidoak.com Surfwatchهغه پروګرام دی چي والدین د هغه په واسطه کو� �ای شي هغه کتنځایونه تعقیب کړي کوم چي د هغوی اولادونو کتلي وي همداراز تقریباً سل زره ( ۱۰۰۰۰۰) داسي کتنځایونه بندوي چي ناوړه مواد خپروي  د دې پاڼي آدرس دی http://www1.surfwatch.comپه اخېر کي لوی الله جل جلاله ته � �اس په دعایو چي هغه مونږ او زمونږ اولادونه ددې نوي نړۍ له ښکاره او پټو فتنو او آزموینو ځخه د خپل بې څنډي رحمت په سیوري کي وساتي او  هغه څوک چي زمونږ او زمونږ د ځوان نسل د راښکېلولو لپاره دا جال کاروي او په دې جال کي نوري ړندې د فسادځالي جوړوي پخپله د الله تعالی په بېساري قدرت او زمونږ د قلم د څښتنانو په مټه په همدغه جال کي راګېرشي  یوازي هغه ددې توان لري او په هغه مو خپل اولادونه او ځانونه او هرڅه سپارلي دي (انه سمیع مجیب). ",نړیوال معلوماتي جال( internet) اوزمونږ نوی نسل 4017,"طا� �ق نورزى"," طارق نورزى دهلمند ام نيه قوماندان  مل پاسوال  محمدنبي ملاخيل  بينوا ته وويل : ۱۵ وسلوال طالبان  دهغه عملياتو په ترڅ كي وژل شوي چي  دايتلافي ځواكونو له لوري  ددغه ولايت په موسي كلاه ولسوالۍ كي  تر سره شوي . � �ه بل لوري دموسي كلاه ولسوالۍ څه  عيني شاهدان وايې : چي  دنړيوال ايتلاف  په بمباريو كي  وعام ووګړوته هم  دسر درانه زيانو نه  اوښتي . خو دنړيوالو ايتلافي ځواكونو يووياند ډرو  ګيبسون نه م ني چي وعامو وګړوته  به مرګ ژوبله  اوښتي  وي .     ",چارواكي : په هلمند كي يې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې 4018,," ", 4019,," ميدان ښار، دزمري څلورمه نېټه :په ميدان وردګوو� �ايت كښې له څو مياشتو رادې خوا دپټاټو لپاره ديخو خونو جوړېدل پيل شويدي. په دې ترڅ كښې نن هم دميدان ښار په سره پله  كښې دميدان وردګوولايت دوالي ښاغلي عبدالجبار`نعيمي` له خوا ديوې يخې خونې  يا كولډ ستور پرانسته و� �وه.دغه سټوراووه نيم متره اوږدوالى، څلور متره سوراو درې متره جګوالى لري. له پنځه لسو ټنو نه نيولې تر شلو ټنو پورې پټاټې پكښې له شپږو نه تر اتو مياشتو پورې ساتل كېداى شي.ددولتي چارواكيو له خولې:دميدان وردګوپه ټول ولايت كښې ددغسې كولډسټورونو دجوړولوچارې روانې دي. په ټول ولايت (جغتو كښې دوه ، سيدا باد كښې پنځه، دايمي� �داد كښې دوه، لومړيوبهسودو كښې يو، بهسودومركز كښې دوه، چك كښې څلور، جلرېز كښې څلور، نرخ كښې پنځه، ميدان ښآر كښې پنځه يخې خونې دولايتي بيارغونې ډلې په مرسته څه جوړې شوي او څه ترجوړښت لاندې دي. ددغو ټولوخونو مصرف يو سلو يو څلوېښت زره امريكايي ډالرو ته رسېږي. دسره پله ديخې خونې دپرانستې پرمهال عبدالجبارنعيمي وويل چې  په ميدان وردګوولايت كښې لويه وچكالي تېره شوېده. دزراعتي پيداوارو لپاره بازارونه نشته او ددغه ځاى محصو� �ات  په ډېره لږه بيعه په كابل او نوروځايونو كښې خرڅېږي. همدغه راز هغه دغه خونې دميدان وردګودولس لپاره ډېرې ګټورې وبللې چې بزګر به وكولاى شي چې دخپل مهم فصل (پټاټې)بازارميندلوپورې وساتي. هغه دا هم وويل چې دى به دبزګا� �انو دسوكالۍ لپاره لا ډېرې هڅې وكړي! ",ميدان وردګوكښې يخې خونې جوړېږي! 4020,," له الجزيره ټلوېزون څخه په يوه نوي خپاره سوي پيغام كي د القاعده دوهم لوړ پوړي مشر ايمن الزواهري د نړۍ پر مسلمانانو ږغ كړى چي ټول په يوه خوله د اسرائيلو پر ضد جهاد پيل كړي. دى وايي چي په فلسطين او لبنان كي به جهاد په تړونونو او اوربندونو و نه درېږي، بلكي موږ به هر چيري د اسرائيلو او لوېديځ پر ګټو خپلو يرغلونو ته دوام وركړو. دى وايي يو وخت داسي هم وو چي عربو مسلمانانو له هسپانيا څخه تر عراقه اووه پېړۍ پرله پسې حكومت جوړ كړى وو. ",ايمن الزواهري مسلمانان جهاد ته رابللي 4021,نجيب احمدزی - بلجيم," دهېواد په ډېروسیمو کې برېښنایي � �سانتیاوې نه شته او ددې سیموهېوادوال دبېنوابرېښنایي پاڼې دلیدوپه اړه ستونزې لري خودویاړځای دی چي دبېنواټو� �نې له خوا د ښکلا په نوم مجلې له لارې داتشه ډکه شوېده .او ترهرڅه لومړۍ تاسواو ستاسو ټولودوستانو اوځوانانو ته چي پدې چوپړکې ېې له تاسوسره مرسته کړېده اودبېنوا دبرېښنایي پاڼې دوه کلن بهیرموژوندی ساتلی دی دزړه له کومي مبارکي وایم. په تېرو دوو کلونو کې ستاسو دپرله پسې زیار په مټ په نړیوال برېښنایي جال کې دګران افغانستان او هیوادوالو غوښتنې اوستونزې ترډېره ځایه ت� �سترګو شوې اودهېواد ملي ګټې پدې پاڼه کې دافغاني اواسلامي ارزښتونوپه چوکاټ کې په پام کې نیول شویدي او دې پاڼې دیوملي دریځ څرګند او روښان استاریتوب کړیدی . البته چي د کړنوپروخت نیمګړتیاوې او ستونزې وي خوانشاالله چه لرې به شي . ډېروګرانو! هره ټولنه او کلتوری بهیر په خپل کار کې نوښتونوته اړتیا لري چي کېداي شي ستاسو پاڼه هغه راخپل کړي . زماپه آند دهېواد دننه او بهرکې دبرېښنایي امکاناتوددرلودلوپه پام کې نیولوسره بېنواپاڼې خپل جوپړ په خو� �اافغاني دود او سرلوړۍ سره پرمخ بېولی دی . ددې سره سره چه دهېواد په ډېروسیمو کې برېښنایي آسانتیاوې نه شته او ددې سیموهېوادوال دبېنوابرېښنایي پاڼې دلیدوپه اړه ستونزې لري خودویاړځای دی چي دبېنواټولنې له خوا د ښکلا په نوم مجلې له لارې داتشه ډکه شوېده .اوهمداښکلا ده چه دهېواد ټولوسیموته يې دملي ګټوپیغام � �سولی دی. نوهمداوجه ده دبېنوافرهنګي ټولنې ټول غړي اوځوانان، چي دوېبپاڼې په خپرولو او یاهم دښکلا مجلې دچاپ لپاره ېې په ډېره مینه زیار ګاللی ،پرمونږ دستایلو حق لري . په تېره بیا دبرېښنایي پاڼې په برخه کې په خاصه توګه دګران او ځوان خا� �دهادي او ګران او ښایسته ځوان عبدالله احسان هلې ځلې دستایلووړدي .   دوړاندیزپه توګه زماغوښتنه داوه که په برېښنایي پاڼه کې یو انځوریزه کړکۍ پ� �انستل شي ډېره به ښه وي . چي په اوس کې به  دلیدونکولپاره یو مصوراولیدلی پیغام ولري اوپه راتلونکي کي کېدای � �ي دهېوادلپاره دیوتاریخي مستند زېرمتون یا آرشیف په توګه پاته او خوندي شي.   په ډېر درنښت   نجیب احم دزی بروسل ـ بلجیم   ",دبېنوا وېبپاڼې ددوهمې کالیزې له امله د مبارکۍ پیغام 4022,خالد سيال,"  د معلم د ژوند ارمان    ليکونکی : خالد سيال د ښه ژوند په ارمان به سترګې پټې كړم .اې بدبخته ته بدبخته وې چي معلم شوې . تا غوښتل چي ژوند ته خندا وركړې ولي دي ژوند له ژړا سره مخ شو . ستا دارمانونو هيلي كومي سيلۍ له ځان سره يوړلې . په وچو شو نډو په وږي نس تورى تختې ته ودريدم څه  سوچ وكړم هلته د د خپلو ولږو ماشومانو او كه راته د ناستو شاګرادونو چي اوس به معلم صاحب راځي او د� �س راكوي دوی نه به زموږ دوطن راتلونكي ښاغلي جوړيږي آه دا به هم د چا بچي وي لږ سوچ مي وكړ او په درس مي پيل وكړ. د درس په مخ كي پر ما خولې را ماتي شوې ورو  ورو مي وضع مخ په خرابيدو شوه درس مي بند كړ اويو شاګرد ته مي وويل بچيه لاړشه او ماته لږي يخي اوبه راوړه شاګرد چي زما دا حال وليده نو راته يې وويل استاد ستا وضع ماته ښه نه ښكاري پيسې راكړه چي شربت درته راوړم مګر زما په جيب كي يوه روپۍ هم نه وه د كور څخه بې چايو بې ډوډۍ را وتلی وم او په ور كي مي هم نهر بچي پريښي و .   ما ورته وويل بس يوازي اوبه  راوړه اوبه مي وڅښلې او په دې سوچ كي وم چي بچو به مي څه خوړلي وي او په ځنګيدلي ځان مي ځان كور ته راورسوه .  بچي چي زما په طمع ناست وو چي پلار به مو راشي او د ځان سره به څه  خوراك لپاره راوړي .   مګر بچو چي زما دا حال وليده هر څه ورڅخه هير شول او ماته يې وويل پلار جانه په تاڅه وشول .   ما ورته وويل ګرانو هيڅ هم نه دي راباندى شوي .   دا راته ووايه چي غرمه ده څه مو خوړلي او كه نه د وړو مور وويل لږ شان پياوه مي ورته وكړه چي وچه � �وډۍ پكي لنده شي . تاته مي هم ساتلې ده نو لاسونه مي ومينځل اوپه ډوډۍ خوړلو مي پيل وكړ او شكر مي وويست چي دا خوپيدا كيږي . پدې وخت كي زما يو   ۷ كلن زوى  په ژړغوني اواز يې راته وويل پلارجانه زمونږ ګاونډي هغه عتيق درته يادووم هغه راډيو كي د ماشومانو په پروګرام کي برخه اخلي زه ورسره ځم ماته  هم د عتيق په شان دريشي ، څپلۍ واخله ځكه چي ماهم ډير ښه ښه شع� �ونه او ترانې يادي كړي دي اوزه غواړم چي د راډيو له لارې خبري وكړم .   ښه ښه زويه اوس خو دي جامې او څپلۍ هم نشته چي ته يې واغوندې او لاړ شې . او تنخوا ګانې هم نه دي راوتلي .   زه به نور دياړي  وكړم مزدوري به وكړم معلمي نه كوم . غواړم چي ستاسي د ژوند ارمانونه پوره كړم . زه نور ستاسي ژوند داسي نشم ليدلاى .   اې پلاره عتيق ماته ويلی وو چي زما پلار په موسسه كي كار كوي ته هم موسسې ته لاړ شه دعتيق پلار چي هر ورځ كور ته راځي نو ډير څه له ځانه سره راوړي دوه درې خلتې ورسره وي .ډير څه پكي وي . ته هم په موسسه كي كار وكړه چي زمونږ ژوند هم د عتيق دوى په شان شي .   اى بچيه ! په موسسه كي چي څوك وه نه پيژنې او واسطه ونه لرې څوك كار نه دركوي دوی چيري د غريبو ږ غ اوري . زه خو ډير وګرځيدم مګر هيڅ مي هم لاس ته رانغله او چي كوم ځاى كي اسناد وركړم او بيا يې پوښتنه كوم نو ورك شوي وي . كله به هغه وخت راځي چي د معلم ژوند او دهغه د او� �اد ژوند ته پاملرنه وشي تر څوددغي بد بختۍ څخه خلاص شي . او يو معلم د خپل اولاد سره په عزت ژوند وكړي . آه پدې ا� �مان به مړشم  .    ",دمعلم د ژوند ارمان ( د خالد سيال ليکنه ) 4023,طارق نورزى," كه څه هم دائتلافي ځواكونو يوه ويانده تورن جولي رابرج مني چي  دهلمند په سنګين ولسوالۍ  كي  دوه ائتلافي سرتيرى ټپيان شوي . خو دطالبانو يو وياند قاري يوسف  احمدي  د۱۲ ائتلافي سرتيرو دوژلو ادعاكوي  . قاري يوسف نن سهار بينوا ته وويل :  طالبانوله يوه پټن ځاي څه  دائتلافي سرتيروپر ګزمې بريدوكړ چي په پايله كي يې  ۱۲ برطانوي  سرتيري  ووژل شول اودوه  دسورلۍ  موټر يې وسوځيدل . قاري يوسف وړاندي زياته كړه چي  دبرطانوي ځواكونو په  ځوابي ډزو كي يو طالب هم وژل شوي .   ",طالبان وايي۱۲ ائتلافي سرتيري يې وژلي 4024,," ", 4025,ميرويس جلالزې," لبناني چارواکو ويلي په لبان د اسرايلو د بريدو له پيل راهيسي ٦٠٠ لبنانيانو  خپل ژوندونه له لاسه ورکړي چي ډيري يي ملکي وګړي د منځني ختيځ روان کړکيچ وروسته له هغه چې د چهارشنبې په ورځ د اسرايلو په هوايي بريد په نتيجه کي د ملګرو ملتونو څلور څارونکي ووژل شول خپل نوي پړاو ته ننوت. نړيوال قدرتونه له تيرو دوو ونيو راهسي چي د لبنان ګڼ ښارونه د اسرايلو تر بريدو لاندي نيول شوي چوپه خوله پاتي شوي وو. خو د چهار شنبي په ورځ په ايټاليا کي  د اسرايلو او لبنان د شخړي د هواري په م وخه يو نړيوال کنفرانس جوړ شوي وو. د روم غونډه د ملګرو ملتو د عمومي منشي کوفي  عنان او د اروپايي ټو� �ني د غړو هيوادو ، امريکا ، روسيي ، کاناډا ،  ترکيي او ځينو عربي هيوادو په ګډون سره جوړه شوي وه خو بي نتيجه پای ته ورسيده . ويل کيږي د دې ناستي بې پايلي پای ته رسيدل د لبنان له سويلي سيمو د  اسرايلي ځواکو وتو ته اشاره کوي. له بلي خواه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پرون د يو پريکړه ليک په خپرولو د خپلو څارونکو په مرکز د اسرايلو د بريد غندنه وکړه. د ملګروملتونو په سازمان کي د فرانسي استازي وويل : ""کله چې د ملګروملتونو څلور سرتيري د دې شرايطو لاندي خپل ژوندونه له لاسه ورکوي  د دې معنی لري چې په نړيواله ټولنه ګذار شوي. له همدې امله فرانسه دا بريد په کلکه غندي.""""   کوفي عنان ويلي چې د ملګرو ملتونو د څارونکو په مرکز بريد قصدا تر سره شوي دي. خو جان بولتن دا ګومان له حقيقت څخه لري بولي او د اسرايلو له غندلو سره خپل مخالفت ښيي. په ملګروملتونو کي د امريکا استازي  جان بولتن وويل : ""مونږ بايد دا غمجنه پيښه اوس هيره کړو او خپل وخت بي هوده مصرف نکړو.""  بولتن ويلي مخکي له دې چې د سولي پر سر خبري وشي بايد پدې فکر وشي چې څرنګه کولای شو د حزب ا لله ډلي سخت دريځ جنګيالي بې وسلې کړو تر څو د � �بنان سويلي سيمي د دولت تر کنترول لاندي راشي نه د حزب الله .  په همدي حال کې  د القاعدي شبکي لمړي مرستيال ايمن الظواهري په يوه ويديويي فلم کي را څرګند شو او په لبنان يې د اسرايلو بريدونه وغندل هغه وويل ""د اسرايلو توغندي چي په لبنان کي زمونږ وروڼه پري ويشتل کيږئ يوازي د اسرايليانو له خواه ندي جوړ شوي په دي کار کي د هغوي ملګري هيوادونه هم ورسره لاس لري. په هر ځای کي چي دوي پر مونږ بريد وکړي مونږ به هم پري بريدو کړو."" لبناني چارواکو ويلي په لبان د اسرايلو د بريدو له پيل راهيسي ٦٠٠ لبنانيانو  خپل ژوندونه له لاسه ورکړي چي ډيری يې ملکي وګړي . ",د اسرايلو او د لبنان د حزب الله ډلي کړکيچ 4026,,"  د دعوت پرله پسې ۱۸۷ او ۱۸۸ ګنه خپره شوې چې د سریزې په څنګ کې ځینې لیکنې یې په لاندې ډول دي:  • نوی ملي سرود په رسمي ډول وغږول شو • ولې پښتو په ګران هېواد افغانستان کې د ملي ژبې خپل اصلي مقام او ځای نشي نیولای؟ .......................... (د سیداجان پکتیان لیکنه) دوهمه برخه • ایراني تبعه په ولسي جرګه کې د افغانستان برخه لیک ټاکلو ته دوام ورکوي • د ع� �اق په جګړه کې تر اوسه شپږ اتیا ژورنالستان وژل شوي دي. • تحقق وحدت ملي پیش شرط همه ارمانهای ملی م است...................... میر عنایت الله سادات • ډنمارک او افغانستان ............................................................................................ زمری محقق • نیشه توکی ولې نه ورکیږ ي..............................بوهندوی رحمان الدین اکبری •  انګلیسی برخه: • Enter: George W. Bush, Emperor……….. By. Bruce G. Richardson • QUID PRO QUO …………………………By. Bruce G. Richardson • Naghma in Kabul after 14 years  او نور ډیر په زړه پورې مطالب  په سریزه کې لولو:  سرلیکنه  په افغانستان کې سالمه اداره ولی منځ ته نه راځي د ولسمشرۍ د ټاکنو وروسته افغان ولس په دې تمه او فکر وو چې بلاخره به د افغان و� �س توبه قبوله او یو سالم نظام چې د پوه او  مسلکی افغانان به یې په سر کې وی منځ ته به راشی او بې مسلکه او ناپوه او وسله والې ډلې او قوماندانان به نور په خپل ځای کینول شي او ولسمشر کرزي دا په وار وار ویل چې نور به د ټوپک د خاوندانو حساب یو خوا ته کوي. خو د ټولټاکنو او د ښاغلی کرزي د غوڅ اکثریت د ګټلو سره سره هغه څه وشول چې ولس یې په فکر کې نه وو بیا د سازش او د ټوپکسالارانو او د هغوی د بهرنیو او کورنیو بادارانو د خوښولو له پاره کار وشو او د حکومت واګې د پخوا په څیر د دوی په لاس کې ورکړل شوې او یو ځل بیا هغه امیدونه چې د ولس سره د یوې سالمې ادارې او د هیواد د بیا رغونې او د امنیت د ټینګولو او د ژوندانه د لومړنیو اسانتیاو د برابرولو په خاطر پیدا شوی وو یو ځل بیا د خاورو سره خاوری او ایری شول. نن ګورو چې د سازش او پردي پالنې په وجه په ټول هیواد کې امنیت مخ په خرابیدو دی، د هیواد د ابادۍ چارې په ټپه ولاړې دی. اداری فساد تر اسمانه رسیدلی او هیڅ وړوکی کار هم بې رشوته نه کیږی. د ډیرو اساسی کارونو له پاره پیسې او بودیجه نشته خو د فرمایشی او غیر ضروری کارونو � �ه پاره په لکونو ډالر مصرفیږی. په هیواد کې غربت خپل اخری حد ته رسیدلی دی، او یوه ډله دومره شتمن شوی چې دپیسو د شمیر حساب یې نشته.  ملی خاین ملی قهرمان شو او ملی قهرمانانو نه ملی خاینان جوړ شول او دا لړۍ ښه په شدت روانه ده. د هیواد د ملی یووالی په ضد د حکومت لوړپوړی چارواکی لګیا دی کار کوی د پردي پالنې پروژې پرمخ روانې دی او په ډیر ښکاره او سپین سترګۍ سره دا هر څه د کابل په منځ او په ټول هیواد کې ترسره کیږی خو د پوښتنې څوک نشته . دا لړۍ به تر کومه روانه وي او ولسمشر به تر کومه د نااهلو سره د سازش او د پردیپالو د خوښۍ � �ار خپلوی؟  ************************************************************************ که غواړي چې د دعوت هره ګڼه ستاسو پر آد� �س درورسیږی، نو مهربانې وکړۍ خپله کلنۍ ګدون بيه چې ۵۰ ډالره کیږی په لاندې پټه ولیږی :  DAWAT P.O.Box. 289, 2001 Lillestrom Norway   د انترنت پته: www.dawatnet.com د بریښنا لیک پته: dawatnet@start.no  ټ� �یفون : 63 84 43 85 او 90856195 فکس: 63 84 43 84 ",دعوت پرله پسې ۱۸۷ او ۱۸۸ ګڼه له چاپه راووته 4027,محمد شفیق حقپال,"  محمد شفیق  حقپال انسانانوکې ډار هم مثبت اوهم منفي اړخونه لري . که ډاردوه  ډوله وارزوو نو یو داسې ډاردی چې د انسان د پایښت لپاره ضروري ګڼل کیږي، دبیلګې په ډول که موږ د اورد سوځیدوڅخه ونه ډارشو اولاس ورړو نو خامخا به مو وسوځي، دغه راز که دګناه نه  ونه ډارشو نو هرومروبه په ګناه اخته شو، که چېرې د محاکمې اوپولیسوونه ونه ډار� �و نوڅومره به جنایتونه په نړۍ کې ډیر شي، که چیرې له مکروبونو نه ونه ډارشو اوهغه ته ورنږدې شو نو په څومره نا� �وغیو به اخته شو...  بل یې داډول ډاریا ویره وي چې نه یواځې داچې ګټورنه وي بلکي انسان ته زیان هم رسولای شي اود ایمان دکمزورتیا اواروایي ناروغیو لامل ګرځي، دبیلګې په ډول که موږ دکورڅخه دباندې ونشو وتلای په دې فکر چې موټربه موووهي اویا بله کومه ناوړه پیښه به رامنځته شي، که چیرې له ناروغیو نه چې لاراپیښه نه ده اوموږ وویرږو، که چیرې له ځانه سره فکر وکړو چې وروسته له مړینې به زما دکورنۍ حال څه ډول شي، که چیرې وایو چې که زه داسفروکړم نو څومره ستونزوسره به مخ شم، که چیري ووایو که کال ته وچکالي شي اویا قیمتي شي نو څرنګه به ژوند وکړو، که چیرې ددین اوهیواد له دښمن څخه  ویره وکړه اوورته تسلیم شو...  (له هیڅ شي نه دومره مه ډاریږی لکه په خپله له ډارڅخه .)  لویدیزو څیړونکو اوا� �واپوهانو هم د ډار په  اړوند خپلې نظریې لري دبیلګې په ډول  فروید انګریزڅیړونکی ډارپه درې برخو ویشی: م نطقي ډار، اخلاقي ډار اوناسم ډار. دنوموړي په وینا منطقي ډار د انسان لپاره ډیرمهم اوحیاتي دی اوکه چیرې دا� �ول ډارنه وی نود انسا ن پایښت له خطرې سره مخامخ کوي . دبیلګې په ډول که دچا لامبووهول نه وي زده اودی په ډیرو اوبو کې له لامبو وهلونه ونه ډارشي نو خامخابه په اوبو کې غرق شي . دفروید په اند ناسم ډارهغه وي چې د انسان له ناخبره ضمیر څخه سرچینه اخلي اودناڅرګندو عواملوپه وړاندې ډار ته ویل کیږي چې اصلي ریښه يې څ� �ګنده نه وي خو ډار دانسان په مغزوکې وي اوکوم روښانه دلیل هم نه لري، چې داډول ډارد جسم او روح لپاره ډیر مض� �او زیان لرونکی وي . لکه یووخت یوه پیښه نه وي رامینځته شوې اوموږ یې له پیښیدونه ډاریږو، یاکله هم که دشپې له خوا چیرته بهروځو په خپل فکر کې د ډول ډول پیښو اوموجوداتو انځورجوړوو چې اصلاْ موجود نه دې، خوپه موږ اغیزه کوي اوناکرارحالت ته مو راکاږي . اخلاقی ډارچې فروید یې وژدانی ډارهم بولي په ټولنیز حالت پورې اړه لري، لکه مذهبې اود ټولنې د قواعدو نه مراعاتو لو په وړاندې ډار. ډارڅه شی دی؟ په یوناني ژبه کې ډارته (فوبيا )  وایي او دخپل شاوخوامحېط اوڅیزونو څخه بیریدوته ته ویل کیږې چې کیدای شي فی النفس وجود ونه لري . دلمړي ځل لپاره په ارواپوهنه کې دډاریا فوبیاکلمه استنلي په ۱۹۲۴ زیږیز کال کې وکاروله ده   ۱۱۲ ډوله د ډار ډو� �ونه په نښه کړل . کولای شو په خلکوکې د ډارکچه معلومه هم کړو، په اتلسمه پیړۍ کې پوهانو ډاردسترګودکسي دخوزیدوله مخې اندازه کاوه خود تیرې پیړی پهپای کې پوهانو وکولای شول ډارد انسان د پوستکې له مخې اندازه کړي، خو اوس دا امکان رامنځته شوی چې وکولای شو د ډاریاویرې کچه یا اندازه دکمپیوټر له مخې معلومه کړو. د ډا� �ناسم ډول چې د انسان د اراوایي کمزورتیا، روغیتایي ستونزواوغم اواندیښنې سبب ګرځي په ډیروانسانانو کې وجود � �ري  چې باید عاقل او با تدویره کس یې د لمنځه وړلو په فکر کې شي . بیځایه اوناسم ډارڅخه مسلمانان هم منع � �وی اوهغه د ایمان کمزورتیا بلل شوې . مسلمان د بیلګې په ډول کله چې د دین له دښمن سره د مبارزې په حال کې وي له  ډارنه منع شوی . قران په دې هکله فرمایی : اومه ډاریږی او مه غمجن کیږی تاسو بریالی یاست که چیری یاستی مؤمنان. (آل عمران - ۱۳۹). دغه رازدجګړې په وخت کې مسلمان باید دښمن ته شا نه کړي مګرکه د تاکتیک اود بیا یرغل په خاطروي . بیځایه اوناسم ډارد انسان په ژوند کې ډیرې بدې اغیزې رامنځ ته کوي، انسان له ډیروبریاوو نه بې برخې کوي . د حدیث شریف مضمون دی چې وایي (بې زړه سوداګر له ګټې محروم دی).بې زړه تو ب ان د دنیا په معاملاتوکې ښه نه وي . په تی� �وبحثونو کې موڅرګنده کړه چې د ډار زمینې په ذهنونو اوماغزوکې له کوچینوالي کینول شوي وي . چې نېغ په نېغه دکورني چاپیریال د مور،پلار، معلم اونوروپالونکو په کړنو اوغبرګونونو پورې اړه پیداکوي . ډیرشمیرداسې کسان لیدل � �وي چې له ډیرو نه پیښوشویو پیښو یاهم له مشرانو سره دخبرو، یاهم له بېوزلي یاهم له یو غږ یا له نوروشیانو سره پرته له دې چې ده ته په ریښتیا سره هم کومه خطره پیښه کړي ډاریږی اواندیښنه کوي . کله هم وسوسې د انسان ژوند ورتریخ کړي، ډیرداسې پیښ شوي چې د روانو پیښو، ټولنیزماحول اونورو ډیروشیانونه انسان ته اندیښنه اووسوسې پیداشي، په ذهن کې له خیالي دښمن یاهم له داسې کس نه چې دی یې دښمن فکر کوي ډاریږي . اونورې ډول ډول وسوسې اندیښنې چې پیښږی.د ویرې، وسوسې، اندیښنې اوغمجنوالي د اغیزې کچه په بیلابیلو انسانانو کې فرق کوي، په ځینوکې ډی� �زوروی خوپه ځینو ډیره اغیزه نه کوي . چې دا بیاهم  په تیرژوندانه، چاپیریال ، د روزنې اوعقیدې په څرنګوالي پوري اړه پیدا کوي . دپیغمبر (ع) یو ه دعا داسې وه چې ویل به یې : لویه خدایه زما عورت پټ وساته اوله ډارنه خلاصون راکړه( مسندامام احمد) ډیره اغیزمنه لارد ډاراو وسوسې دله منځه وړلو لپاره په تیره بیا مسلمان ته هم غه  د خپل دین د اوامروعملي کول اودینې اومذهبي لارښونو ته غوږنیول اوپرځان یې عملي کول دي چې بیځایه ډا� �اووسوسې د انسان په وجود کې ترډیره بریده راکموي اوهم په تمرین اودکلکې عقیدې په درلودوسره یې بیخي له منځه وړ� �ای هم شي . لارښوني : ایمان په خدای اوایمان په تقدیرانسان له ډیرې ویرې ژغوري هغه څوک چې فکر کوي یواځې خدای د هرڅه واک په لاس کې لري اوپرته له ده نه له هیچا نه ډارپه کارنه دی اوداوګنې چې بیځایه ډارستره ګناه ده اومسلمان باید معتقد واوسي چې د ده مرګ د ده ژوند د ده درد اود ده هرڅه د خدای په لاس کې دی . ق� �ان فرمایي :   نه رسیږی موږ ته هیڅ مصیبت مګر هغه څه چې آلله (ج) لیکلی وي، هغه زموږمولادی اوپر ده توکل کوي مومنان. .(توبه- ۵۱ ) ، یا داچې: هیڅ مصیبت نه راځې چاته مګرپه اذن دالله اوهرڅوک چې په خدای ایمان ولري د ده زړه ته به خدای هدایت ورکړي .خدای په هرڅه ښه عالم  دی .(تغابن- ۱۱). وګورﺉ هیڅ مصیبت دخدای له اذنه پرته چاته نه رسیږي نو بیا ولي څوک فکر ووهي، اندیښنه وکړی، یاوډارشي چې فلانی مصیبت به پیښ شي اوکه نه. که الله � �یکلي وي نو پیښیږی به اوکه الله ونه غواړي نوټول جهان هم که سره یو ځای شي هغه پیښولی نه شي . بیا څه ته وډار� �واواندیښنه وکړو. اوکله که څه پیښ شي بیانوڅه کولای شو خدای به دغه رازغوښتي وي. که چیرې غواړی ډا� �اووسوسه ستاسو له زړونو لرې شي په اخلاص سره ایات الکرسي ووایاست ،  دوسوسې اوله دښمن څخه د ډارپه وخت کې ناس اوفلق سورې ولولی په ماناکې یې فکر وکړی اوپه خدای توکل وکړی انشأالله ترډیره بریده به تاسو له ناوړوپیښو اودهغو له اغیزووژغورل شی . [که چیرې  دشیطان له لوري وسوسه درورسیده خدای ته پناه یوسه چې هغه اوریدونکۍ اوښه دپوهې والادی.](اعراف -۲۰۰)  دلته پوښتنه رامنځته کیږی، که چیرې الله موږته یو مصیبت لیکلی وي نو بیا د قران دآیتونو لوستل به څه ګټه وکړي؟ باید وویل شی چې دلته مخکې له پیښې نه د زړه د ډاډ مسأله  چې انسان بې زړه نه شي مطرح ده که نه هغه مصیبت چې الله لیکلی وي هغه به پیښیږی او دا به یې بدې اغیزی رالږی کړي . بل داچې کیدای شي په دعا سره الله ان تقدیرته بدلون ورکړي څرنګه چې دیو حدیث شریف له مضمون څخه څرګندیږي چی تقدیرپه هیڅ شی بدلیدلای نه شي مګر په دعا سره. اوکه د چا ایمان ډیر ټینګ وي نو کولای شي د قران اودعا په برکت په هرم صیبت باندي بری ترلاسه کړي اوپرده کومه بده اغیزه ونه کړي، اودهرې پیښې په وړاندی ټینګ اومقاوم ودریږي، څه � �ول چې زموږ پیغمبران د دښمانو په وړاندې دریدلي، دغه راز څه ډول چې کرام صحابه اونوردیني مشران د پیښواودښم نانو په وړاندې پرته له ویري دریدلي اومقاومت یې کړی په پای که یې څومره بریاوي لاسته راوړي دي. مسلمان ته په کارده چې په ټولو هغو کړونو کې چې دی له ډاره کې منع شوی ویره ونه کړی اوخپله مسؤلیت ادأ کړی ، په ریښتیاهم چې ډیروته به داکارستونزمن وی اونه به شي کولای په خپلې ویري اوډارلاسبری ومومی، خودوی باید لمړی پوه شی اوځان په دې متقاعد کړی چې ویره ښه نه ده اودی باید ونه ډارشی وروسته له هغه دې د خپلې ویرې دکمولو اوله منځه وړلو لپاره اودلاروچارو دموندلولپاره مطالعه وکړی په تیره بیا قران عظیم الشان په مانا اوتفسیرسره باید ولولي، داحادیثو اوسیرت النبی (ص) مطالعه دې وکړی دارواپوهنې کتابونه دې مطالعه کړی. ( کله چې ډاراوویره ستاسو د دماغ دړه دروټکوي دلوی خدای نه دمرستې غوښتونکی شی اوښو افکاروته اجازه ورکړی چې ستاسو ددماغ ورورته خلاصه کړی.) کله هم ډاریوازې یو فکر وي چې انسانان زور وي اوهغه پیښه چې  ترې ډاریږي کیدای شي په سلوکې یی یوهم دپیښیدو امکان یې نه وي خو تاسو ترې ډاریږی یاکله هم یو پیښه چې څوک یې انتظارلري دومره د ډاریدو وړ نه وي اص� �اْ  هغه عواقب چې موږ یې په خپل ذهن کې انځورووهسې نه کیږی اوډیرپه اساني سره هغه پیښه تیره شي .  ډی� �ې ښځې اونارینه شته چې دراتلونکی بې وزلی له ډاره یې ژوند په ځان ډیر ستونزمن کړی وي . حال داچې په راتلونکي کې یې � �ه اوس نه هم اقتصاد ښه شوی خودوی خپل هغه عمریوازې دډارله کبله په ستونزوکې تیروي . که وکولای شي خپل خیالي ډار له خپلو ماغزونه وباسي نو پوه شي چې ستاسو ژوند به ډیر له خوښیو ډک شي.(ډارستاسو په دماغ کې یو منفي فکر دی هغه دمثبت فکرپه واسطه لري کړي،ځکه ډارپه میلیونونو انسانان وژلي دي) . یو اکروبات یوازې په ډا� �باندې دبري په صورت کې کولای شي حیرانووکي کارونه سرته ورسوي . دغه رازکه یو څوک وغواړي بایسکل چلول زده کړي نو اول باید ډارله سترګو  وباسي .سره له دې چې تمرین مهم دی خواصلي لامل په ډارغلبه ده.  له مغزونه دډارلیري کول به په لومړی سرکې یو څه ستونزمن وي خو  که چیرې هرساعت اوهروخت ځان ته ووایو چې له دې شي نه باید ونه ډارشم او خپلو مغزوته دډارله ننوتونه مخنیوی وکړو نو ډاربه مه مو له ماغزو لیري شي . تاسو به یو ډی� �ه کمزوری ښځه د ډارپه وخت کې لیدلی وي چي له ځانه دروند پیټی به له سوځیدو نه وژغوري . که چیرې غواړی په خپل ډاربری ومومی نو له هغوڅیزونه چې ډاریږی همغه وکړی . دبیلګې په ډول که تاسو دیومشرسره له خبروډاریږی نوو� �شی له هغه سره خبرې وکړﺉ ستاسو ډاربه لرې شي . که چیري په شپه کې تاسې له کوروتونه ډاریږی؟ نو ووزﺉ په شپه کې ښه ډیر وګرځی ستاسو ډاربه ورک شي . (دهغه څه نه چې ویره لري ویې کړی په داسې کولو سره به مو ډار لری شي.) ډاراوبې زړه توب کله هم دیوې ناروغی په څیر راڅرګندیږي . خو دایوازې خیالي ناروغي ده چي دفکر په بدلولو سره دهغې درملنه په اساني سره کولای شی . دبیلګې په ډول که چیرې له دې نه ډاریږﺉ چې خلک به تاسوته ګوري ستاسو په جامو اوستاسو په څیره اوستاسو په کړووړبه وخاندې  نوپه دې پوه شی  اوداځان ته ووایی چې هروخت هرڅوک تاسو ته پام نه کوی هرڅ وک نورډیر کارونه خلک دومره وخت نه لري چې تاته اوستا عیبونو ته وګوري په دې توګه ددې ناروغې درملنه کولای شی وکړی. که یو ښارته کومه ناروغی راشي نو له ټولو لومړی دهغه ښار ډارن خلک په دغه ناروغي اخته کیږي . غلط افکارستاسو ترټولو غټ دښمنان دي ډیرخلک شته چې خپل غلط فکر له امله داسې فکر کوي چې پرچا ګران نه دﺉ اوخلک هغوﺉ نه خوښوي له دغسي فکرونو سره په دایمي اندیښنه اخته دي حال داچې دایوازې ددوی فکر دی اوبس. ( ډاراوویره یو فکر دﺉ چې ستاسو په دماغ کې یې ځای نیولی، نوآیا تاسو له خپل فکر نه ډاریږی؟) امریکایی لیکوال دیل ګارنګی د (محمد داسلام سترپیغبر)د کتاب د لیکوال کیسه دده له خولې  بیانوی  چې په کې داسلام په ستروالی اوله دې لارې په ویرودبری اشاره کې شوې ده. هغه وایي: دافریقا په دښتته کې مې یوستر درس لاسته راوړ. په کال ۱۸۱۸ میلادی کې دافریقا شمال لویدیځ ته لاړم اوپه صحرا کې مې ژوند وکړ اووه کاله مې هلته ژوند وکړ اودهغه ځای دخلکو ژبه مي زده کړه. دهغو ی غوند ې جامې مې واغوستی اودهغوی غوند ی خواړه مې وخوړل اودهغوې په مذهب کې مي تحقیقات وکړل ترڅو مې چي ( محمد داسلام پیغمبر ) ترنامه لاندې یو کتاب ولیکه هغه اووه کاله مې چي هلته تیر کړل زما دژوند ډیرې آرامه شیبې وې . ماپخوا ډیري تجربې کړې وې په پاریس کې له یو انګلیسی موراوپلارنه دنیاته راغلم وروسته مې زدکړي وکړې اودلومړۍ نړیوالې جګړې ترپایه وجنګیدم اوپه نړیوالو کنفرانسونو کې مې ګډون وکړ.خو په دغه مسلمان میشته سیمه کې می هغه څه ترسره کړل چې تراوسه پری نه پوهیدم . د۴ کاله جګړې په موده کې مې خیال کاوه چې دتمدن لپاره جګړه کوم خو ما په خپلو سترګو هلته ولیدل چې چې څه ډول ځان غوښتونکي سیاستمداران ددوهمې نړیوالې جګړې بنسټ غواړي کښیږدي اوڅه ډول هرڅوک دخپلې ګټې لپاره کارکوي اوڅه ډول یوبل ته ستونزي پیداکوي اویو دبل په مقابل کې له چلونو کاراخلي . له جګړې او پوځ نه ستومانه شوی وم .په خپل ژوند کې دلومړی ځل لپاره په بې خوبۍ اخته شوی وم. خوپه ناڅاپې ډول می په ژوند کې یوغټ بدلون رامنځ ته شو اوهغه د(ته لاورنس سره چې په لومړی نړیواله جګړه کې ستري پیښې � �امنځته کړې ) د۲۰۰ ثانیو دملاقات په نتیجه کې وې د لاورنس په جګړه کې په دښتو کې له عربو مسلمانانوسره شپې تیرې کړې وې هغه زه وهڅولم څوچې په دښتوکې له عربومسلمانانو سره څه موده ژوند وکړم. په لومړي سرکې دغه وړاندیز ماته ټوکه ښکاره شوه خو بیا وروسته اړشوم چې همدا تصمیم ونیسم اولاړشم صحرا ته اودعربومسلمانانو سره ژوند وکړم( کیدای شي دی به دخبرټولولولپاره ګمارل شوی ؤ خودهغه ‌ذکریې نه دی کړی). په صحراکې عربومسلمانانو ماته � �واښوده چې څه ډول په خپلو اندیښنواوډاربریالی شم. دی وایي چې دغو عربو ماته ویل هرکلمه چې په قران کې � �اغلی هغه دالله (ج) له لوری په محمد باندې نازله شوې ده نوځکه ،کله چې قران وایې خدای ته پیداکړی اودخیروش� �اندازه دخدای له لوری ده نو دوی هرڅه چې ورپیښ شي دخدای له لوري یې ګڼې نوله دې کبله پیښې په دوی کومه ستره اغیزه نه کوي اوخپل ژوند تیروي . اودا ددې مانا نه لري چې دوی دپیښو په وړاندې همداسې کښینې اوهیڅ هم نه ترسره کوي دوی هرڅه سرته رسوي خو په پای کې هغه څه چې ددوی په وس نه وي په هغه ډیرغمجن کیږی هم نه اوهغه دخپل تقدیرله امله ګڼي . ددې موضوع دروښانولو لپاره نوموړی لیکوال یو پیښه نقلوي وایي: یو وخت په همدغه دښته کې یوسترتوپان پیښ شوچې دری ورځې اوشپې یی دوام وموند اودومره ورانی اوتودوښه یې رامنځته کړه چې تابه ویل ویښتان مې وسوځیدل خو� �ه مې له خاوروډکه وه ستونی مې په درد ؤ سترګې مې سوځیدلې اوډیروارخطاوم خو دغو مسلمانو عربانوکوم شکایت نه در� �ودهغوی به خپلې اوږې پورته اچولې اوویل به یې همداموږ ته دازل په ورځ لیکل شوی ؤ، اوبله هیڅ چاره نه لرو پرته له دې چې داپیښې وزغمو. کله چې توپان په کرارشوسمدلاسه یې خپل کارونه پیل کړل اوشکریې ایسته چې یوازې څلویښت په سلوکې څاروی یې مړه شوي اونورپاتی ؤ.  بله پیښه هم داسې وه چې یو وخت مې په شګوکې موټرچلاوه اویو لري دښته کښی وو چې ټایرپنچرشو بل ټایرموهم نه درولود ما شورماشورپه لاره واچاوه خو دوی راته وویل چې شورماشورڅه ګټه نه کوي په همغه ټایر وخوځیدوچې یو خت مو تیل هم خلاص کړل بیا په پښو روان شو څو چې خپل هدف ته ورسیدو دوی ویل چی دټایرپنچریدل به مو قسمت کې ؤ.... دغه لیکوال وایي کوم اووه کلونه مې چې په دغه صحرا کې تیر کړل داراته جوته شوه چې کوم داعصابو ضعف، لیونتوب اودشرابو بی ساری عادت چې داروپا اوامریکا خلکوخپل کړی ددوی له جنجال اوعجلې نه ډک ژوند رامنځته کړی چې په اصطلاح ورته تمدن ویل کیږی. دغه فلسفه مي چې له صحرایي مسلمانو عربو نه زده کړې له زرګونو نورومسکونو ماته راحت راپه برخه کوي . ", بیځایه ډار او ویره له ځانه لرې کړﺉ ! (دحقپال ليکنه) 4028,کما ل ځواکمن," کما ل ځواکمن دښوونځيو د سوزولو زيانونه خو څرګنددي: دماشومانو راتلونکې مو سوزويهيواد به مو همداسې وروسته پاتې وي.له نړيوال کا� �وان څخه به همداسی وروسته روان يو.بيوزلی نيستمني او خواري به مو تل مله وي.  مهم يي سببونه اوتر هغه لا مهم  د حل لارې دي: سببونه:  يې ژور،پراخ او څو اړخيز دي. لومړی  يي لنډيز وګوري او بيا د هر سبب لپاره دلايل:  لنډيز: 1) په دولت کې د جنوب ختيځو ،جنوبی او ختيځوسيمو استازيتوب  نشته  او يا کمزورې ده،ځکه ددغو سيمو خلک محروميت احساسوي او د افغانستان د خلکو ددښمنانو دورانکاريو مخه نه نيسي. 2) له روسانو سره د جهادپر مهال دغه سيمې د جهاد اص� �ي محورونه وو،او پوهنه يې هغه وخت ډيره زيانمنه شوې ده، تعليم يافته خلک پکې کم دي و او د پوهنې د سيستم بنسټونه يې ډيرنړيدلي دي. 3)  ګاونډيان  هيڅکله د افغانستان پرمختګ  او ثبات نه زغمي او غواړي چې د پرمختګ و ثبات پر لومړني مرکز (پوهنه ) لومړني ګوزارونه وکړي.    پاکستان د خپلې ژورې ستراتيژۍ  له مخې د افغانستان او په ځانګړي ډول ددې هيواد دپښتنو د تباهۍ لپاره ۵ فقره يی پلان لري او په سستماتيک ډول يي عملي کوي.    ايران د افغانستان دبې ثباتۍ درې فقره یی پلان پر مخ بيايې. 4)افغانستان بيا د نړيوالې  سيالۍ او(لويې لوبې) ډګر ګرځي او ټول اړخونه خپلې ګټې لټوي.      امريکا د نوي نړيوال نظام تر عنوان لاندې غواړي په ټوله نړۍ ولکه ت� �لاسه کړي،افغانستان ورته دخيز د يوې تختې اهميت لري، نه د يو ملګري او شريک .    ال� �اعده شبکې بيا هم افغانستان د خپلو فعاليتونو مرکز وټاکه.    روسیه په ټوله نړۍ کې له خپلو ګټو تیریدونکې ده ، خو په افغانستان کې نه ده .   اسلامي هيوادونو  /و تح� �يکونوهم افغانستان د قربانۍ د ګډوري (پسه) په توګه ټاکلی دی. دسببونو تشريح 1)  په دولت کې سياسی پوستونه هغه دي چې دهيواد سرنوشت ټاکي او نظامونه بدلولاې اويا ساتلاې شي، چې هغه اردو، پوليس او استخبارات دي.دا درې ادارې  اوس  د اقليتونو په لاس کې دي.  له کومه مهاله؟ دبحران د نړيوال ګروپ درپوټ له مخې دډاکټر نجيب الله دکتورين داوو چې ( پښتنه اردو) بايد منحله او پر ځای يي( ناپښتنه –اقليتي – مليشه ) جوړه شي.ده همداسې وکړل ، تر ځان يي سيد اعظم سعيد د ګارد دقوماندان په حيث ، عبدالرشيد دوستم د مليشو د (با ص� �احيته خو بې مسوليته ) مشر په حيث ، عبدالروف بيګي د اوراګانو د ضربتي قواوو د مشر په حيث، نبي عظيمي د ګا� �نيزيون د قوماندان په حيث ، آصف دلاور دلوې درستيز ، بابه جان د ضربتي فرقې د قوماندان په حيث له ځانه راتاو کړل او په خپل ګومان يي ځان له پښتنې اردو په امان کړ. په ولاياتو کې يي هم پرچمي کارمليان په مهمو نظامي پوستونو کې وټاکل. نجيب الله ته ټولو خلکو مشوره ورکوله چې له ځان څخه دخپلو دښمنانو کلا نه راتاووي، خو هغه چې ځان د خاديستي توطئو کارپوه ګاڼه دچا خبرې نه اوريدې. خو وروسته ثبوت شوه چې د خلکو عمومي شعور تر واکمنو لوړ وي. همدغو دلستوڼي مارانو په داسې نازک وخت کې دملګرو ملتونو د سولې په پلان کودتاه وکړه چې له دوې او مسعود پ� �ته ټول ملت او جهادي مشرانو او قوماندانانو دملګرو ملتونو د سولې پلان منلى و او دې ته هيله مند وو چې نور نو د افغانانو ستونزې پاې ته ورسيدې . دغه کودتاه داسې فاجعه رامنځته کړه چې د چنګيز تر يرغل پرته بل سارى نه لري. سمه ده چې په دې کې بهرني لاسونه هم وو خو مجريان يي دا افغان دښمنه کسان وو چې تر اوسه لاهم د اردو ، پوليسو او استخباراتو په درې واړو ارګانونو کې  بشپړه برلاسي لري او دافغانستان د ثبات لپاره يو ګام هم نه اخلي.   که تاسو له باوري سرچينو  څخه ارقام وغواړئ  نو پوه به شئ چې په درې ارګانونو کې تر ٩٠% زيات د اقليت قومونو په ځانګړي ډول د تاجکو او په هغه کې هم د نظار شورا بې سواده ، بې کفايته او بې تعليمه ورانکاري مق� �ر دي. په ځينو اداري پوستونو کې ځينې مسلکي خلک په کار ګومارل شويدي خو دوې اداري مامورين دي چې لويه دنده يي د (اجرات اصولي صورت ګيرد) ليکل دي. دټولي له قوماندان څخه نيولي د قول اردو تر قوماندان پورې قاطع اکثريت هغسې دي چې پورته وويل شول.يو دوه پښتانه يي هم د جنرالۍ په بست کې ټاکلي دي ، خو هغه هم د کمونست ګوند د پرچم د ډلې د KGB مستخدمين دي چې نظار شورا ته د روسي له خوا معرفي شويدي. يعنې که کوم پښتون هم په کوم نظامي پوست کې ټاکل کيږي معيار يي دروس او کې .جي . بي  سره پييلتوب دى نه هيواد او اولس ته وفاداري. په ملکي ادارو کې له پخوا خخه هم توازن د افغانستان د وړو قومونو په ګټه و او اوس هم دى. دظاهر شاه په دوره کې له ٤٤٠٠٠ دولتي م لکي مامورينو څخه يوازې ٦٠٠٠ يي پښتانه وو. دامعقوله نه بريښي که څوک و وايي چې په دې ټولو ادارو کې دې دقومي تناسب له مخې توازن جوړ او د ځينو قومونو اضافي غړي دې وويستل شي. دا ټول افغانان دي او په طبيعي ډول همداسې راغ� �ي دي . پريږدئ جې د ټول هيواد بچيانو ته د متوازنې پوهنې د برابرولو له لارې دټولو ولايتونو، سيمو او قومونو نم ايندګي په خپل طبيعي ډول په دولت کې تامين شي. په درې امنيتي ارګانونو کې خو ديو يرغليز ناتار په نتيجه کې ديوه قوم(پښتنو) مسلکي ، تربيه شوي (حتى دارکان حرب په سويه)  خلک شړل شوي او زياتره ديوه قوم بې مسلکه، بې تعليمه او بې مسوليته خلک يي پرځاې ټاکل شويدي. سفارتونه ،رياستونه او وزارتونه لازيات نامتوازن دي.له � �٨ وزارتونو څخه پښتنو ته ٧ وزارتونه ورکړل شويدي هغه هم نيمايي يي بې پښتو پښتانه دي او پاتې نيمايي يي د م جبوريت له مخې په کابينه کې راوستي دي ځکه ددوې د کاري استعداد پرته په ځينو برخو کې حکومت له سقوط سره مخامخ کيږي او نړيوالو ته قناعت نه شي ورکولاې . ترڅو چې بې توازني او بې عدالتي موجوده وي، محروميت او نارضايتي به وي او عقدې او ستونزې به زيږوي چې اولس له دولت څخه لرې کوي. دهيواد دښمنان به د خپلې( لوړې طالع) له مخې له دې څ خه ناوړه ګټه اخلي  او اولس به ددولت پر ضد استعمالوي2) دروسانو پر ضد ټول ملت جهاد کړى دى ،خو داښکاره ده چې د جهاد  اصلي محورونه په جنوب ختيځو ، جنوبي او ختيځو ولايتونو کۍ وو. دروسانو د عملياتو لوړه سلنه  په دغو سيمو کې وه ، روسي جنرالانو په حسرت سره ويل، ١٢٠٠٠٠ پوځ مو دپښتنو په سيمه واچاوه خو يوه شيبه مو هم ارامه تيره نه کړه. دتير رژيم سکاډ يوازې همدغو درې سمتونو ته فير کيدل. بمبارۍ او ورانۍ هم زياتره ددوې په برخه وې او � �ه همدې امله ددغو سيمو پوهنيز سيستم ډير وران شويدى. درباني حکومت ورته په شعوري او طالبانو ورته په ناشعوري ډول پام نه کاوه. او اوس هم ورته هغسې  پاملرنه نه کيږي چې په کار ده . تاسو ته بايد داخيالي خبرې ښکاره نه شي ، راځئ په مثال يي ثبوت کړو: په ٢٠٠٤ کال کې له ٥ ولايتونو (زابل،کندهار،هلمند،نيمروز او ارزګان ) څخه يوازې ١� �٨ کسانو دپوهنتون د کانکور ازموينه ورکړې وه خو د جاغوري له ولسوالۍ څخه دغه شميره ٨٥٠ کسان وو. په ٢٠٠٤ کې ددولسمو ټولګيو فارغان هغه څوک وو چې په ١٩٩٢ کال کې په ښوونځي کې شامل شوي وواو داښيي چې تيرو يرغلونو ددغو سيمو پوهنه څومره زيانمنه کړي ده. دا چې زيانمني يي ځانګړې ده نو زياته او خاصه پاملرنه هم غواړي. د پوهنې دسيستم کمزوري په دغه سيمو کې دبې امنۍ يو لوى سبب دى چې دخلکو مينه له پوهنې سره کمه شوې او دښوونځيو دسوزولو م خه نه نيسي. 3)  افغانستان بيا د نړيوالې  سيالۍ او(لويې لوبې) ډګر ګرځي او ټول اړخونه خپلې ګټې لټوي.  v   امريکا له ٦٠ کالو راپديخوا د اسرايلو د ظالم رژيم دفاع کوي او د ملګرو ملتونو په لسګونو هغه پ� �يکړې يي ويټو کړيدي چې د فلسطين د مظلم ملت په ګټه وي. او اسرايل يي پکې نړيوالو اصولو او عدالت منلو ته رابللي دي. همدغه ناسم سياست  په اسلامي هيوادونو کې قهرجن ځان وژونکي ځوانان راټوکولي دي. امريکا په نړى کې د ډيرو لانجو زيږوونکې ده او د نړۍ خوذ ښامار په شان غواړي ولسونه اسيران او هيوادونه مريان کړي. امريکا په عراق کې د� �وان جنايت په دوام سره وښودله چې دبشر حقوق، نړيواله ورورولي، ولسواکي او نور ښکلي شعارونه هغه دامونه دي چې غواړي مظلوم ملتونه پکې ښکار کړي. دمزار په قلعه جنګي کې د اسيرانو وژنه او په تيلو کې سوزونه يي تر ټولو بده بيلګه ده. امريکا يو نفتي ډايناسور دى چې مستبد او ډيموکرات حکومت يا خوځښت ورته معيار نه دى، معيار ويته خپلې ګټې دي. امريکې دافغانستان ولس تر ټولو هغو قربانيو وروسته يواځې پريښود چې دروسي سور ښامار په ماته کې يې کړې وې . که د افغان جهاد له برکته د منځنۍ اسيا ، ختيځې اروپا او نورو هيوادونو آزادي امريکا ته ارزښت نه درلود نو کم ت� �کمه دې خو بايد ورته ارزښت درلوداې چې هر کال ورته هغه ١٥ مليارده ډالر سپما شول چې دروسي جاسوسي پر ضد يي لګول. امريکا افغانستان ديو داسې مورچل په توګه کاروي چې چين ترې وڅاري ، د منځنۍ آسيا د انرژۍ منابع خپلې کړي، ايران ونيسي ، پاکستان وويروي ، له هند سره د ستراتيژيکې دوستۍ لارې ولتوي او روسيې ته پاټک واچوي، خو دافغانستان او افغان ولس لپاره کوم معقول او دليدو وړ پروګرام نه لري. v   القاعده شبکې تر هغه وروسته چې له امريکا سره په جګړه کې يې ماتې وخوړه ټول اسلامي هيوادونه وارزول او پوه شول چې زياتره يې حکومتونه ، اردو، پوليس او � �انون لري .او القاعده نه شي کولاې يا نه غواړي چې نور اسلامي هيوادونه بې ثباته او دلويديځ سره د جګړې مورچل ترې جوړ کړي. نو بيا يي هم ستراتيژيکو متفکرينو پريکړه کړيده چې افغانستان به ددوي دفعاليتونو لومړنى مرکز وي، ځکه دلته نه ښوونځى شته نه ټينګ دولت او نه پوخ ملت. دابه دقربانۍ او (جهاد) ډګر وي او که کومه بريا ترې لاسته راغله ، وياړ به يې دپاکستان ، عربو او نورو اسلامي هيوادونو وي. v   روسيه پوهيږي چې هغه اردو او استخبا� �ات چې دډاکټر نجيب ددکتورينو په اساس ددوی په لارښوونه ددوي له پلويانو څخه جوړ شوي و اوس هم حاکم دي او دام� �يکا په لګښت  دروس په ګټه پياوړي کيږي . دوې وايي چې د نړۍ  په هره برخه کې له خپلو ګټو تيريداې شي خو په افغانستان کې له خپلو ګټو نه تيريږي او حريفانو ته يي يواځې نه پريږدي. روسيه غواړي : i. افغانستان بې ثپاته او کمزورى هيواد پاتې شي چې هيڅکله له دوي څخه دجګړې د غراماتود غوښتنې جرئت ونه کړي.  ii.دبې توازنه حکومت ددوام له لارې افغانان ديووالي او په ملي توازن او ملي مشارکت ولاړ يو نظام څخه بې برخې وساتي او په دې توګه افغانان داوږدې مودې لپاره مظلوم او محکوم پاتې شي.  iii. دپښتنو په محرومولو سره دوې دال� �اعده او ترورستانو لوري ته ورټيل وهي او له بله پلوه  يي دامريکايي کمپيوټري وسلو په ذريعه قتل او دخپلې م اتې بدل ترې واخلي (دښمن په دښمن له منځه يوسي).  iv. امريکا په افغانستان کې بوخته وساتي ، دمنځنۍ آسيا هيوادونه ترې بيرته دخپلو ملګرو په ډله کې شامل کړي. v.که وکړاى شي په افغانستان او عراق کې دجګړې په تونديدو سره امريکا هغسې راګيره او ماته کړي لکه دوې پخپله چې په افغانستان کې راايسار او مات شول. vيو پټ او مرموز خطر دپان ترکيزم دى چې دوه اړخونه لري: ترکان له يوې خوا داسلامي تحريکونو په مشرۍ کې ځاې لري چې د ا� �بکان دګوند څوځله انتخاباتي بريا ددې ښه ثبوت دى او له بلې خوا په دې فکر کې دي چې دعثماني خلافت وارثان او د ترکي نشنليزم پر مخ دنړيوالې اسلامي ورورۍ ښکلې پرده وغوړوي. لومړي اړخ يې تير کال داسلامي اخواني تحريکونو په نړيواله غونډه کې په غير متوقع توګه دسياف او حکمتيار په څاې رباني وباله. او دوهمه ډله يې په افغانستان کې د دسثم و دکمونستي جنايتکارې ډلې دمنظم پاتې کيدو سبب شويدي. چې داتنظيم دترکانو او ترک نژاده هيوادونو له مرستې پرته ممکن نه دى. افغانان دې ته ډير په انديښنه کې دي چې دروسانو او نجيب دحکومت ترټولو لوې جنايتکار دوستم لاهم دهيواد په پنځه ولايتونو کې بادشاه دى او کولاې شي واليان وټاکي ،برطرف يي کړي يا يي ووهي او يا يي ووژني. پان ترکيزم په افغانستان مرموز يرغل پيل کوى خو يوه خبره يي څرګنده ده چې دمرکزي دولت کمزوري او د محلي ترک نژاده ازبکانو د محلي ملوک الطوايفي ملاتړ کوي. دادنورو سيمو د محلي واکمنانو لپاره يوه انګيزه ده چې د خپل سيمه ايز واک لپاره هڅه وکړي او په نتيجه کې د افغانستان مرکزي حکومت کمزورى او بې ثپاته پاتې شي. او په بې ثباته هيواد کې به طبعاښوونځي سوزول کيږي. 4)  ګاونډيان  هيڅکله د افغانستان پرمختګ  او ثبات نه زغمي او غواړي چې د پرمختګ و ثبات پر لومړني مرکز (پوهنه ) لومړني ګوزارونه وکړي. vپاکستان چې له کومې ورځې جوړ شويدى په دې سيمه کې د اسرايلو  په شان رول لوبوي چې ګاونډي هيوادونه بې ثباته، تخريش او تخريب کړي او دسيمې حالات له � �انجو څخه ډک  او نړيوالو ښکيلاکګروته د مسابقې او سيالۍ زمينې جوړې کړي. تراوسه پخپل دې بريالي سياست د م� �ياردونو ډالرو او اټومي ځواک خاوند شو . که څه هم دپاکستان مسلمان ملت دافغانانودجهاد پر مهال دورورۍ او هم کارۍ ښودنه وکړه خو دولت يي له هماغه پيله دافغانستان د تباهۍ پټه ژوره  ستراتيژي لرله او دې ته پوره پوره تيار ووچې دروسانو تر وتلو وروسته افغانستان وځپي او ديو باثباته هيواد ، يو هوښيار دولت او يو روښانه ملت د� �ته والي امکان پکې له منځه يوسي. دپاکستان سياسي ستراتيژستانو به دروسانو دوتلو په درشل کې خپلو اجرائيوي جا� �واکو ته لارښوونه کوله چې دوې له افغانانو او پښتنو سره د پښتنو يوه عيني ستونزه لري او بايد په افغانستان کې � �اندې تخريبي ستراتيژۍ وکاروي: i. دپښتنو په سيمه کې دواحد مشرتابه مخه ونيسي( همداسي يي وکړل ،په پښتنو کې يې ٦ رسمي او په لسګونو غير رسمي رهبران  او تر دوې پياوړي سيمه ايز قوماندانان رامنڅته کړل. خو په تاجکو کې يي له رباني پرته هيجاته موقع ورنه کړه چې ګوند جوړ کړي). ii.دپښتنو په سيمه کې دپوهنې او زده کړې ، بريښنا ،سړک،ر و غتيا او هر ډول تمدن او دتمدن ټولې نښې له منځه يوسي. ښوونځي وسوزوي او خوانان د پاکستان په ديني مدرسو کې زده کړې ته وهڅوي ( په دې کار کې هم بريالي شول، دپاکستان په ديني مدرسو له ٦ لکه طالبانو څخه نيم ايي يي افغان زلميان وو چې له هيواده لرې لوې شوي او دهيواد د تاريخ او ملي ګټو په باب لږ معلومات هم نه لري. دوې دامعصوم ځوانان داسې په خپلو لومو کې بند کړل چې ورته ملانا فضل الرحمان ، مولانا سميع الحق،شيراني،حسن جان او حسين احمد تر احمد شاه بابا، ميرويس خان ، وزير محمد اکبر خان ملا مشک عالم او نورو ملي قهرمانانو مهم ښکا� �يدل او ښکاري. iii.په بدل کې بايد دپولې هاخواپښتنو ته  دپوهنې روغتيا ، سرک ټولې اسانتياوې ورکړي او په دې ډول ورته وښايي چې ددوې ژوند له پاکستان سره په يو ځاې اوسيدو کې ترهغه ډير نيکمرغه دى چې له خپلو افغاني پښتنو ورونو سره يو ځاى شي. iv. دافغانستان دحکومت په سر کې پايد يو غير پښتون مشر راشي چې دپښتنو مسله ورته م همه نه وي. ( په ١٩٩٢ کال کې  يې په راولپينډۍ کې درباني په ټاکلو سره دابريا هم ترلاسه کړه) خو ددې لپاره چې غير پښتون افغان مشرتوب ايران ته ورنژدې نشي په  دولت کې بايد تل يو وهابي عنصر وساتل شي.( پاکستان داکار له � �باني سره دسياف او حاجي روح الله په يوځاې کولو سره ترلاسه کړ)  v. داچې مسعود تررباني پياوړى او تر پاکستان روسيې ته ډير نژدې ونو بايد د هغه دله منځه وړلو لپاره يي هم په بديل فکر کړاى واې او داکار پاکستان ته ځکه اسان و چې د پښتنو په سيمه کې يې د پوهنې په له منځه وړلو سره يوه ستره خلا رامنځته کړې وه. پاکستان بريالۍ لوبه وکړه خو اوس په خپله له ستونزو سره مخ شو ځکه لوبه نړيواله شوه او امريکا پخپله راغله. پاکستان ددغسې ستراتيژي ګانو د عملي کولو لپاره يوې معنوي پشتوانې ته اړتيا درلوده او د اسلام له نوم څخه يي تل بده ګټه اخستلې ده . د پاکستان پوځ او استخبارات تر نيمايي ډير داسلامي نړيوالتوب دنظريې پلويانو نيولي دي چې البته غواړي پاکستان د اسلامي هيوادونو مشري په لاس کې واخلي. له بلې خوا پرويز مشرف  له امريکا سره د تروريزم پر ضد د ائتلاف غړى دى خو په عمل کې د القاعده او طالبانو له ملاتړه لاس نه اخلي.  پاکستان پوهيږي چې د پښتنو سيمې په دولت کې پو� �ه نمايندګي نه لري ،طالبانو بې وسلې کړي دي ، دپوهنې سيستمونه يي وران شوي دي او دجګړې لپاره ښه وزګار ځوانان � �ري، نو ځکه پاکستان خپلې پخوانى ستراتيژۍ ته دوام ورکوي او تر وروستي بريده دافغانستان ورانى غواړي. اوس د افغان اولس د عامو خلکو ذهن دا منلې ده چې پاکستان څوک دى او څه غواړي. v   ايران د افغانستان له ثبات او پياوړي مرکزي حکومت سره مخالف دى او غواړي چې :  i. دفارسي ژبې په  پياوړي کولو او د ناپښتنو په يو کولو غواړي په افغانستان کې پښتانه کمزوري پاتې شي. ii. دشعيه مذهب په پياوړي توب د افغانستان شعيه ګان له نورو قومونو مجزا او د فشار ديوې وسيلې په توګه وساتي چې هر کله د افغانستان په حکومت خپل شرطونه ومنلى � �ي. ايران داوسله دنورو اسلامي هيوادونو پر ضد هم کاروي چې شعيه لږکي پکې اوسيږي.  iii.د اريانا د تاريخ په دعوه سره غواړ ي چې دلويې اريانا د بيا جوړولو پلان عملي کړي ، ايران يې مرکز او ايرانيان يې مشران شي. زمايو دوست چې يو مهال دسولې په خبرو کې استازى و، راته کيسه کوله : يو وخت دسولى خبرې روانې وې ما دډوډۍ او تف� �يح په مهال دايران د بهرنيو چارو دهغه وخت له وزير (علي اکبر ولايتي) څخه وپوښتل چې دازموږ ستونزه به څنګه حل شي، هغه راته په څرګندو ټکو کې وويل چې زما ديپلوماتيکې خبرې دې دميز په سر واوريدې خو زموږ او پاکستان پلان دادى چې ستاسو مسئله بايد تر هغه حل نه شي چې اردو او نظام مو ړنګ نه شي ځکه افغانستان تر ايران او پاکستان دواړو زياتې الوتکې او ټانکونه لري او دابه موږ ته لوى خطر وي چې دغه وسلې او دمجاهدينو حنګي قوت ټول يو ځاې شي. همدااوس ايران دافغانستان په حکومت دومره نفوذ لري چې وزيران ورته نوموي او ولايتونه ورته جوړوي چې داکار دنورو سيمو خلکو ته د محروميت د احساس په ايجاد او ورانکارۍ ته يې په هڅيدو کې رول لري. داسې نښې نښانې هم � �ته چې ايران په پټه القاعده شبکې ته پيسې ورکوي. v  اسلامي هيوادونو  /و تحريکونوهم افغانستان د ق� �بانۍ د ګډوري (پسه) په توګه ټاکلی دی i.داسلامي هيوادونو ملتونه د امريکا او لويديځ له استعماري ظلمونو څخه نا خوښه دي او له هر هغه چا سره رواني خواخوږي لري د امريکا او لويديځ دښمنان وي. د اسلامي هيوادونو زيات� �ه حکومتونه ولسي او ولسواک نه دي، فاسد ، دنورو له خواجوړ شوي ، غله ، خاين او ظاهر بين دي. خو ددې لپاره چې د خپلو خلکو د احساساتو له ظوفان سره مخ نه شي داسې شرايط جوړوي چې پاريدلي او احساساتي ځوانان افغانستان او عراق ته وهڅوي.  ii.د جهاد پر مهال د سعودي عربستان حکومت له اخواني ډلو سره داسې تړون کړى و چې دغه حکومت به دوې ته په افغانستان کې د جګړې لګښتونه ورکوي خو دغه ډلې به په بدل کې په عربستان کې ورانکاري نه کوي. نور اسلامي هيوادونه هم ښايې په دې ډول وي.  iii.  دپاکستان اردو او مذهبي ګوندونه هم په افغانستان کې دروس او ام� �يکې پر ضد جهاد هڅوي خو په خپل هيواد کې نه . يو تن راته کيسه کوله چه د باجوړ په يو جومات کې  ملا خلک هڅول چې په افغانستان کې د امريکې پر ضد جهاد دروس پر ضد تر جهاد غوره دى، له ملا خخه يو ځوان پوښتلي و چې ملا صيب په دا� �بندين او جيکب آباد کې خو هم امريکائيان شته ولې يې لنډ نه پيل کوو؟ خو ملا پرې جيغه ويستلې وه چې احمقه دغوبل پټى معلوم وي ته غواړى ټول اسلامي هيوادونه وران کړې.افغانستان خو هسې هم وران دى. مولانا فضل الرحمان هم تل وايي چې پاکستان د اسلام يوه محکمه قلعه ده او بايد محفوظه پاتې شي.( جهاد دې د افغانستان په کنډوالو کې وشي). iv.القاعده شبکې هم دافغانستان خلا دخپلو فعاليتونو لپاره بهترين خاى ټاکلى دى.  v. اسلامي دولتونو ، ګوندونو او مفکرينو ټولو لکه چې داخوښه کړې چې افغانستان دې د جګړې ميدان او افغان اولس دې د قربانۍ ګډورى وي. حل لارې: 1)  په مرکزي خکومت کې دټولو سيمو متناسبه نماينده ګي  : دا مهمه ده چې افغانان يو هوښيار او ټولو ته دمنلووړ يو حکومت ولري. داحکومت بايد يوه پخه ملي ستراتيژي او پر ټولنيز عدالت ولاړې پاليسي ګانې چې دټولو ټولنيزو محروميتونو د پاې تهخ رسولو سبب شي جوړې او عملي کړي . دولت بايد لنډ مهاله ، منځ مهاله او اوږ دې ستراتيژۍ ولري  چې د ملي ګټو پر محور وچليږي او دستونزو او بې ثباتۍ ځواب وويلې شي. دبيړنيو لارو چارو په باب بايد لاندې ټکي په پام کې ونيول شي: §دحکومت او دولت په ټولو برخو کې دې داولس متناسبه او عادلانه نم ايندګي تامين شي. § هفو سيمو ته دې بشري مرستې زياتې وليږل شي چې جګړې ډيرې ځپلې دي ، اوس هم بې ثباته دي دپرديو مداخلو ته مخامخ دي. په دغو سيمو کې دې ځايي ظرفيتونه لوړ شي چې د اولس رضايت تر لاسه شي. § په بيړني ډول دې ددغو ولايتونو په مرکزونو کې ليليه ښوونځي او ليسې جوړې او هغه زده کوونکي دې پکې شامل شي چې په سيمو کې يې ښوونځي سوزول شوي دي او يا موحود نه دي. §اولس دې وهڅول شي چې خپل عنعنوي دفاعي سيستمونه او د مسايلو دحل لپاره دجرګو سيستم فعال کړي او د خپلو ښوونځيو ددفاع لپاره راپاڅيږي. §په هغو ولايتونو کې چې د قومي اربکيو سيستم اغيزمنې نتيجې لرلې بيا دې دغه سيستم فعال او له ښوونځيو دې ساتنه وکړي. § دمطبوعاتو يو پ� �اخ کمپاين دې تر سره شي چې ټول اولس يا کم ترکمه باسوادان له دې ستونزې خبر او حل لارې ته يې راوبلل شي. §دټولنيزې هڅونې پراخ کمپاينونه دې وشي . دپوهنې وزارت دې نوښت او دملګرو ملتونو دفترونه او نور مرستندويان دې  ورسره تخنيکي او مالي مرستې وکړي. §په کابل کې دې د ښوونځيو د سوزولو پر ضد يوه لويه غونډه وشي چې اولسمشر ورته وينا وکړي. دغې ته ورته غونډې دې بيا په هر ولايت کې وشي. §په يوه علمي سمينار يا ورکشاپ کې دې افغان رښانفکران دا ستونزه په علمي ډول وڅيړي او اولس ، دولت  ، ملګرو ملتونو نړيوالې ټولنې او ګاونډيانو ته دې ددې ستونزې د حل لپاره مشخص وړانديزونه وشي. اولس او دولت دې د ملګرو ملتونو ، ګاونډيانو ، امريکا ، ناټو او اسلامي هيوادونو څخه رسمي غوښتنه وکړي چې ددې لويې ستونزې په حل کې دې مرسته وکړي. §دپاکستان مدرسې د افغان زلميانو څخه د پاکستان جاسوسان جوړوي. افغانستان دې په سرحدي ولايتونو او مرکز کې ديني مدرسې جوړې کړي چې ځوانان مو پکې هم ددين تعليم او هم د ملي ګټو زده کړه وکړي او په دې توګه د پاکستان له دې احتياجه خلاص شو . §ملي � �ورا(مشرانو جرګه، او اولسي جرګه ) دې په دې باب ځانګړې غونډې وکړي او پارلماني هيئتونه دې ولايتونو او ګاونډيو هيوادونو ته واستوي او د افغانستان د امن او د ښوونځيو د سوزولو په مخنيوي کې ترې مرسته وغواړي. 2) امريکا : اولس او دولت بايد له بيلا بيلو لارو امريکائيانو ته قناعت ورکړي چې د افغانانو سره ددوستۍ او ملګرتوب ليول ته راکوز شي او د بادارۍ او ښکيلاکګرۍ له دريځ نه تير شي. افغانان پوهيږي چې امريکا تر انګليس او انګليس تر ام� �يکې بد تر دى خو روسيه تر دواړو بدتره ده . افغانان په فطري ډول پخواهم د روسانو بېزار وو او لا کله چې يې زموږ دوه مليونه هيوادوال راشهيدان کړل نو اوس خو بيخي ددې امکان نشته چې افغان اولس دروس دوستۍ ته زړه ښه کړي. افغانان غواړي چې د امريکا سره دوستي وکړي او ملت دې ته تيار دى چې د يو متحد او ملګري په توګه له امريکې سره وچ� �يږي.خو : v  امريکا دې په خپلو نظامي عملياتو کې ستر اتيژيک بدلون راولي. v ديوې منفورې ډلې � �ه مرستې او حمايې دې لاس واخلي. v د ګوانتنامو زندان چې د اولسواکۍ ، بشري حقوقو او نړيوالې ورورۍ پر تندي يو تور داغ دى ، وتړي. v دافغانانو کورونو ته دې په خپل سر بې له اجازې نه ننوزي  او د افغانانو د ک� �تور، دين او عنعناتو درناوى دې وکړي. vديوې ملي هستې او جوړښت له جوړيدا سره دې مرسته وکړ ي چې د چارو زياتره مسئوليتونه  پخپله په غاړه واخلي. او دوي دې يواځې مالي مرسته وکړي. vدايران ، چين ، هندوستان ، روسيې پاکستان او پان ترکيزم دسياليو د مخنيوي لپاره دې دغو هيوادونو ته په ديپلوماتيکو او سياسي لارو خب� �دارى ورکړي چې په افغانستان کې مداخله د امريکې په حيثيت مستقيم تيرى دى. v  تروريزم دې په خپله اصلي ځاله کې تعقيب او مجادله دې ورسره وکړي. نه داچې له افغانستانه ورته دام جوړوي او نورې څالې يې پياوړې کوي. vدبشري مرستو ويش دې داسې تنظيم کړي چې لوړه سلنه يي افغانانو ته ورسيږي او د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون را� �ي. نه داچې ٨٠% يي بيرته په بيلابيلو لارو له افغانستان څخه ووځي. v  امريکا په افغانستان کې لګښت کوي خو دروسانو ملګري پياوړي کوي، دوې دلته ددوستانو کومه ډله نه لري، امريکا بايد دافغانستان له اولس سره جوړجاړى وکړي او په ملي قوتونو د دوستانو په حيث تکيه وکړي. دروس او ايران اجيران په موقتي ډول د امريکا اجيران کيداې شي خو دايمي وفاداري به يې له دايمي بادارانو سره وي. v خپلې ستراتيژيکې ګټې  دې دافغانانو له ملي ګټو سره موازي عيارې کړي او د افغانانو دملي ګټو په مطلقه قربانۍ سره دې د خپل دايمي بري تصور نه کوي. 3)  پاکستان  له افغانستان سره د ستراتيژيک ملګرتوب ځينې زمينې لري. که افغانان پاکستان ته لار ورکړي چې دم نځنۍ اسيا د انرژي ذخيرو ته يې لاس ورسيږي او په بدل کې افغانانو ته بحر ته لار ورکړي ددواړو هيوادونو په ګټه به وي. که پاکستان د افغانستان په باب خپله ستراتيژي بدله کړي، افغانان هم بايد هند ته اجازه ورنه کړي چې د افغانانو په وينو له پاکستان نه د کشمير کسات واخلي. که ددې ټولو او نورو معقولو لارو چارو سره سره پاکستان په دوستۍ نه قانع کيږي او دښمنۍ او ژورې ستراتيژۍ ته تر پايه دوام ورکوي، افغانستان دې هم داسې لارې چارې په پام کې ونيسي چې دپاکستان د تخريبي پروګرامونو مخه ونيولاې شي. له پاکستان سره په پوله کې ولايتونو ته دې ځانګړى پام وشي ، تعليمي، اقتصادي او پرمختيايي پلانونه دې ورته جوړ ، عملي او په مرکزي دولت کې يې دې نميندګي لوړه شي. ام� �يکا، ناټو،ټوله بشري ټولنه او ملګري ملتونه  دې دپاکستان د نخريبي عملونو د تم کولو لپاره مرستې ته راوبلل شي . دپولې د هاخوا پښتنو سره دې دوروۍ اړيکې پياوړې شي. 4) دايران ،روسيې ، هند ، اروپايي اتحاديې او نو� �و هيوادونو د خودغرضه سياستونو په ضد دې ملي سياستونه جوړ او دغه هيوادونه دې وهڅوي چې له افغانانو سره د مت� �ابلو ګټو پر بنسټ راشه درشه او معامله  وکړي. 5) اسلامي هيوادونو او تحريکونو ته دې ځانګړي سفارتي او ملي هيئتونه وليږل شي او ترې ودې غوښتل شي چې د افغانستان د اسلامي ورولې ديو ټپي غړي په توګه د لازياتو قربانيو مخې ته ونه دروي او دا هيواد د جګړو ډګر ونه ټاکي بلکه مرستې ورسره وکړي چې دا هيواد او ملت جوړ شي. ",ښوونځی مو سوزوي هيواد مو ورانوي 4029,اجمل سوله مل - کابل," ودريږه!!!  د څه شي لپاره ودريږم ؟ ها ته خو زما خبره واوره ، يو ځل دي غوټه كښيږده بيا به ....بيا به څه ، نور زه هيڅ نه اورم او نه غواړم چي ستا دا بي ځايه چټي درواغ واورم د خداي لپاره  دا ته اوس ولې ليونۍ سوې يې ، څه خبره ده ته ولې داسې كوې ؟ څه څه دي وويل ؟ ته يو ځل بيا ووايه ، د خداي لپاره ؟ ته خداي هم پيژني ، كه يوازي د هغه نوم دې زده كړې دى ؟ دا ته څه وايې لاهولو والله .... اوس ته خپل پر دا سراو نيم سر اولادو باندي رحم وكړه  چي زما او د ځان په غم كې نه يې ! ها ها ها ... څه ،  اولادونه ؟  ها ها ها ته د اولادونو غم خورې ؟ ځه ولاړ سه دا خبرې دي د بل چا مخ ته وكړه چې تا نه پيژنې ، خو زه دې په رګ رګ خبره يم چې هلته څه تيريږې . تا كه زما د اولادو غم خوړلاې ، تا كه د عزت ژوند غوښتلاى او تا كه د سيالانو په منځ كې سرلوړتيا غوښتلاې نو دا ورځ به پر ما نه راتله ! وه ښځي وه ښځي ته خو ووايه ما داسې څه كړې چې اوس ستا په نظر كې د نړۍ تر ټولو خوار ، ذليل  او بې غيرته ښكارم ؟ زه دې كور ته نه يم راغلې چې هره ورځ تا ته داستان ووايم ، نور زه هيڅ نه اورم . ګوره زما خبره خو واوره ، ودريږه اوس چيرې روانه يې ؟ خوشې كړه .... ماته نور لاس مه راوړه ، زه ستا څه يم ها ؟ ماته ووايه زه ستا څه يم تا ما ته څه كړې ،  ځواب مې راكړه ! ؟ وه خدايه دا څه وايې ؟ ته زما ښځه يې ، ته زما ننګ  او ناموس يې ، د دې كور څخه ستا په وتو به زما پر تندې  د بيغيرتۍ او بې ننګۍ ټيكه ولګول سي ، ته خداى ته وګوره داسې مه كوه !؟ هه ، بيغيرتي ، اوس خو دي داسې د با تورۍ ژوند دى ! ته د كوم غيرت خبرې كوې ، ستا دلاسه خو ټوله عمر د خلكو په پيغورونو او خنداګانو را باندي تير سو ، نور زه داسې ژوند نه غواړم ، او اوس ، او اوس هغه شيبې راغلې چي خپل پر ځان كالې ټوكر ټوګر كړم او ځان زندۍ كړم . نور ته پوهيږې او ستا اولادونه ، چې په سوال ژوند كوې .، ځان خرڅوې اويا ...... لا هول والله ،  وه  د خنځير لوري ډير دي پدې شپه ماغزه راته ګډ وډ كړل ، اوس بدي مخ په څپيړو در وپړسوم ، راته ووايه چې څه آسمان در باندې نړيدلې ؟ په ژړا ... ها هه اه اه  وو  ومي وژنه ، حلاله مې كړه ... سر مې د تن څخه جلا كړه زه دا غاړه څه كوم   اهه ....ها .. دا كرياب لاسونه څه كوم !؟ و پاكه خدايه زه نه پوهيږم يا به زه ليونۍ سوې يم او په خبره به نه پوهيږم اويا به دې بد مرغې ښځې اعصاب د لاسه وركړي وي ، كله غاړه يادوي كله لاسونه يادوې زه نه پوهيږم چې څه وكړم پدي نيمه شپه .ښځي د مخه مې ايسته كيږه كه نه اوس به دې په رښتيا  سر د بدن څخه وشكوم . د څو سرونه دې داسې شكولې ؟ ښه ته زما سره ژبه  كوې ؟ اوس چې زما ادكه مور هم سې والله كه دې پريږدم . كړس ( د څپيړې ږغ ) آخ ام م م هه هه   . . . تا. . هه  . . تا زه  ووهلم ؟ داغه زما د لسو كلونو دمينې پايله ده ؟ داغه ستا مينه اوپيرزوينه ده. . . . . ؟ د ځان سره : و خدايه دا مې څه وكړل ، خو  د ښځي دومره مكاري او دوه مخيتوب مې هم  نه وو ليدلې .ووايه ګرانې ، تاخو نن زما د سر په كاسه كې ماته اوبه راكړې ، ووايه څه درباندې سوي ولي نه وايې ؟ زه . . .  زه چې نن د جمال اكا د زوى واده ته تللې وم  ، نو چې كتل مي ټولوښځو د كومبړ سره او زرغونه كميسونه اغوستي وه ، پنځه پوړه او شپږ پوړه د سرو ز� �و غاړګۍ  يي په غاړه وې  د هري يوې لاسونه تر څټه پورې ډك وه  ، كله چې زه كښينستلم د ښځو پس پسك شروع سو، سپكه يې دا چې  ستا ګرانه ورينداره هم پكښي ناسته وه  اوزما خوا ته يې ډير ډير كتله . نور يې په خبرو نه پوهيدلم خو. . .  خو د اشارو څخه يې داسي  پوه سوم  چې زما د كوچنۍ غاړګۍ په هكله يې  خبرې كولې . ",سياله ښځه 4030,,"   دهلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ كي  دگڼو شاعرانو اوليكوالانو په گډون دعليشاه مظلوميار په كوربتوب  يو درنه مشاعره  وشوه . دبينوا خبريال چي دغه مشاعرې ته ورغلي وو وايي دغه مشاعرې ته  ډېر كليوال وګړي هم راغلي وو . م� �اعره  دقران كريم  دڅومباركو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه ، ورپسې  شاعرانو خپل شعرونه ولوستل چي يو شمير كسانو په دغه ولايت  كي  پر فرهنګي ستونزو هم خبري وكړې . داپه مارجې ولسوالۍ كي  لومړنۍ م� �اعره وه چي  وشوه  شاعرانو ژمنه وكړه چي تردې وروسته  به  دفرهنګي  اړيكو دلا پياوړتيا لپاره  له يوې  ولسوالۍ څه بلي ته  سفرونه وكړي . ",په هلمند كي (كليواله ) مشاعره وشوه . 4031,محمد يوسف خدمتګار مزدورزوی,"  زمونږ دميني دمنزل لارې لنډيږي نورې  اصلي څېرې درقيبانو ښکاره کيږي نورې  چاچي زمونږ دميني منځ کي تور ديوال جوړاوه  هغه ديوال خښتې هغوئ باندي و رلويږي نورې  اوس نوخبره سپينول غواړي له ياره سره  چي دوصال ډيوې زمونږ کور کي لګيږ ي نورې  چي لر اوبر زلموته ګورمه يووالئ غو اړ ي  دمشرانو به يو ځائ جرګي ټوليږي نورې  چا چي به سند راته ښوروا اوغرونه غوښي جوړکړل  اوس دهغوئ بيړۍ هغه سيند کي ډوبيږي نورې  پښتنو څنګه ښه ويلي په زور کلي نه شي  هر څه پونګي جا سو سا نو ته رسيږي نورې زه خدمتګار به دملګرو سره ځم اټک � �ه زمونږ دکور به زړې پولي بيا جوړيږي نورې محمد يوسف خدمتګار مزدورزوې  ناروې  کلاک� �ويک   ",زړې پولي 4032,," د هرات او مشهد ترمنځ د اورگاډو د پټلي كار نن په هرات كي د اېران د مرستيال ولسمشر ډاكټر سيدعلي نور له خوا د پټۍ په پرېكولو سره � �سماً پيل سو. دا پروژه د ۷۸ ميليونو ډالرو په لګښت په دريو كلونو كي د اېران هيواد په مرسته جوړېږي، د پټۍ د پرېكولو پر وخت د اېران م� �ستيال ولسمشر د دې پروژې پر اقتصادي ارزښت خبري وكړې او ويې ويل چي د دې پروژې په ترسره كېدو به نه يوازي داچي وزګاره افغانانو ته د كار زمينه مساعده سي، بلكي له دې لاري به افغانستان او د جنوبي آسيا هيوادونه د اروپا له ځينو هيوادونو سره ونښلي.  چي دا كار به د افغانستان لپاره ډيري اقتصادي ګټي ول� �ي. ",د هرات او مشهد تر منځ د اورگاډو پټلى جوړېږي 4033,," نن په ننګرهار كي د افغانستان د فوايد عامې د پخواني وزير او ننګرهار والي حاجي عبدالقدير د څلورم تلين غونډه په داسي حال كي وسوه چي د م� �رانو جرګې او ولسي جرګې ځينو غړيو هم برخه پكښي اخيستې وه. غونډي ته د هيواد ولسمشر حامد كرزي هم پيغام لېږلى و چي د ننګرهار د والي ګل آغا شېرزي له خوا ولوستل سو، ولسمشر په خپل پيغام كي د دا ډول غونډو جوړول مهم ګڼلي او ويلي وه، چي د افغانستان په نورو ولايتونو كي هم بايد داسي غونډي جوړي سي. حاجي عبدالقدير څلور كاله وړاندي په كابل كي د فوايد عامې وزارت مخته په رڼا ورځ ووژل سو، كه څه هم د ولسمشر له خوا د پېښي د څېړلو او د قاتلينو دنيو� �و لپاره يو څو كسيز كمېسيون په كار وګمارل سو، خو بيا هم تر اوسه د نوموړي مړېنه د يو معما په څېر له افغانانو پټه پاته ده. ",د شهيد حاجي عبدالقدير د څلورم تلين غونډه و سوه 4034,سورغرتوخى,"     دكندهارامينتي چارواكي وايي تير شپه يي دطالب سرتيروسخته حمله پرشاتمبولي ده په دي اړه ",سرحدپولي ته نيږدي پرپوسته حمله شوي 4035,عادل اڅکزئ - چمن," تېره ورځ د جولاي  دمياشتي پر ۲۹ مه نېټه د سهېلي پښتونخوا په مرکز کويټه کي د پښتو ادبي غورځنګ په دفتر کي پرځايي وخت د غرمې په دوولس نيمو بجو د عالمي سېمينار د ايوارډ عادل اڅکزئ - چمنتېره ورځ د جولاي  دمياشتي پر ۲۹ مه نېټه د سهېلي پښتونخوا په مرکز کويټه کي د پښتو ادبي غورځنګ په دفتر کي پرځايي وخت د غرمې په دوولس نيمو بجو د عالمي سېمينار د ايوارډ کمېټۍارزښتناکه غونډه پېل سوه ،چي ورپکي د ايوارډ کم ېټۍ لاندنيو غړو برخه په کي درلودله:۱ عمرګل عسکر۲ ډاکټر لياقت تابان ۳ عصمت الله زهير ۴ ډاکټر عبدالرؤف رفيقي۵ محمد صادق ژړک۶ عادل اڅکزئ۷ عبدالستار راهياب د نوموړي غونډي د ويندويی چاري ډاکټر لياقت تابان پر مخ بېولې ،پېل عبدالستار راهياب د قران پاک په مبارکو اياتونو سره وکړ ، ددې  غونډي  د مشرتابۀ د دنده ( عمرګل عسکر ) ته وسپارل سوه ،  له دې څخه وروسته محمد صادق ژړک د کمېټۍ غړو ته د ايوارډ ورکولو دپاره د پښتو ادب  ۱۷ صنفونو نومونه  په ليکلي ډول وړاندي کړ� �، چي لاندي يې درته ذکر کوم،۱  نظم    ۲لنډه کيسه   ۳ناول    ۴ډرام ه   ۵ تارېخ ليکنه    ۶  کره کتنه  ۷تذ کيره ليکنه  ۸ ورځ پاڼه  ۹  اذاد نظم  � �۰  ژباړه   ۱۱سندر غاړی   ۱۲مجله   ۱۳ غزل   ۱۴ راډيويي خدمت   ۱۵ خطاطي  ۱۶ ټيلويزني خدمت   ۱۷ انځورګري  .ژړک چي کله د وړاندي صنفونو نومونه واؤرول ، دا يې هم ورسره زياته کړه چي تاسو کولای سئ چي نور هغه صنفونه باندي ور زيات کړی کوم ضروري صنفونه چي له ما څخه پاته سوي وؤ .وروسته له دې لومړئ عبدالرؤف رفيقي پخپل وار سره وويل ، چي په وړاندي نومونو کي د څېړني ذکر نه وسو ، بايد د څېړني صنف ورزيات کړل سي ، د رفيقي دا تجويز ټولو غړو بې له کوم اختلافه ورسره ومنۍ  ۱۸ څ ېړنه   ،   ورسره اضافه سول ، له دې څخه وروسته عادل اڅکزي د غونډي له مشر څخه د اجازې غوښتلو پس د  خپل تجويز په ترڅ کي وويل ، زما په اند وړاندي ذکر سوي صنفونه ټول د قدر وړ دي ، هر چا چي په کوم صنف کي د کيفيت � �ه مخي ښه کار کړی وي ، په همدې خاطر د  ايوارډ حقداه بايد همهغه شخصيت او اداره وبلل سي ، دا يې هم ورسره زياته کړل په وړاندي نومونو کي د يوه نوم ذکر نه سو  وه ، لکه ( پښتو وېب پاڼه ) ، لکه څرنګه چي تاسو ته معلومه ده چي اوس د الېکټرونيکس يا برقي مېډيا درور ته موږ وتلي يو ، د ښه مرغه د تيرو دوؤ کالو رائيسې د انټر نېټ پر نړيوال جال پښتو وېب پاڼو هم خپل ځای جوړکړی دی ، بايد په وړاندو نومونو او صنفونو کي د  ايوارډ په ورکېدا کي پښتو وېب پاڼه ور اضافه سي ،    ټولو غړو دې تجويز ته هم په مثبت نظر وکتل ،۱۹ پښتو وېب پاڼه ،    ورسره اضافه سول ،  دريم تجويز د ډاکټر لياقت تابان وؤ ، نوموړي د خپل تجويز په ترڅ کي د ( فلم  ) د  ور اضافه کېدا غوښتنه وکړه ،د ډاکټر تابان له دې تجويز سره بعضو غړو اختلاف وښود ، بالا خېره دا تجويز رايي ته وسپارل سو ، چي په اکثريت د رايو په وړولو سره دا تجويز تايېد سو   ۲۰ فلم  ،  ورسره اضافه سو ، بايد ووايم چي په هر صنف کي د معيار خاطر په پام کي نيول سوی دی ، مانا په هر صنف کي يؤ ، يؤ  شخص د ايوارډ دپاره په د قيق ډول وټاکل سول ودې غونډي تقريبا څلور نيم ساعته ادامه درلودله .    ", د پښتو عالمي سېمينار د ايوارډ کمېټۍ غونډه وشوه 4036,," د ارواښاد شهيد طاهر فرهاد په ياد غونډه د روان كال د زمري پر پنځمه په كندهار كي د روهي ادبي بهير له خوا جوړه شوه، په دې غونډه كي د ځوانيم� �ګ فرهاد د ارواخوښۍ لپاره د قرآن عظيم الشان ختم او خيرات هم وشو عبدا� �احمد محمديار/كندهار   د ارواښاد شهيد طاهر فرهاد په ياد غونډه د روان كال د زمري پر پنځمه په كندهار كي د روهي ادبي بهير له خوا جوړه شوه، په دې غونډه كي د ځوانيمرګ فرهاد د ارواخوښۍ لپاره د قرآن عظيم ال� �ان ختم او خيرات هم وشو. د غونډي د پيل په وينا كي د هيواد كلتوري ټولني مشر واصل حسنيار د ساينس تر څنګ د شعر د ارزښت په اړه وويل چي دى دامني چي ساينس انسان ته ډېر څه وركړي دي خو شى چي يې نه دى وركړى هغه روحي غذا ده، دا غذا د روهي بهير غوندي بانډارو په ترڅ كي د موسيقۍ په يوه پرده او د يوه � �عر په يوه بيت كي ترلاسه كېداى شي، ده وويل چي نن دوى يوه خواشينوونكې غونډه جوړه كړې. هغه د ځوانيمرګ فرهاد ياد غونډه ده چي دوى يې د وير پر ټغر ناست دي، خو ده بيا پر دې ټكي خوښي وښووله چي په كندهار كي د يوې بلي پښتني سيمي د يوه ځوان پر مړېنه اوښكي تويېږي، ده دا د پښتنو د راويښېدو او پرمختګ نښه وبلله، ده زياته كړه چي خداى دي موږ ته دا احساس هم راكړي چي آن د دې خاوري د يوه دري ژبي افغان د يادوني همت هم وكړو، دا ځكه چي دا وطن د ټولو افغانانو ګډه خاوره ده. ورپسې د تيري غونډي ګزارش د عبدالواسع هڅيال له خوا واورول شو او كره كتنه ورباندي وشوه. عبدالظاهر قلموال وويل چي له بشپړنامه سره يو ځاى بايد (ښاغلى) رانشي، بله دا چي هڅيال صاحب ليكلي وو چي محمديار د حسنيار صاحب د شعر ځيني نيمګړي اړخونو ته هم ګوته ونيوله، خو د هغو نيمګړتياوو يادونه يې ونكړه. حسنيار صاحب د ښاغلي قلموال د خبري پخلى وكړ او ويې ويل چي دا سمه خبره ده ځكه كه دلته داسي خلك راغلي وي چي تېره غونډه يې نه وي ليدلې نو هغه به پوه نه شي چي دانيمګړتياوي كومي وې. ښاغلي قلموال دا هم وويل چي د روهي بهير غونډه جوړه شوه څو ځلي تكرار شوې وه، خو غلام سخي نوريوال وويل چي له بشپړنامه سره كه ښاغلى وليكل شي هم پروا نه كوي، بل دا چي خپل مطلب چي په څومره لنډو جملو كي راتلاى شي بايد راشي. عبدالاحمد محمديار وويل چي په ګزارش كي ګزارش ليكونكى بايد خپر نظر څرګند نه كړي لكه دا چي ((عصمت الله لايق ډېر ښه ترنم وكړ)) البته كه د غونډي د ګډونوالو له خوا بدرګه � �وى وي بايد يادونه يې وشي، وروسته د عبدالله مصباح له خوا د طاهر فرهاد ژوندليك ولوستل شو، تر ده وروسته عبدالاحمد محمديار د ارواښاد فرهاد پر ژوند او هنر باندي اوږده ليكنه ولوسته، چي په هغه كي يې طاهر فرهاد ((د م يني، ښكلا او سولي)) شاعر بللى و. وروسته د ماښام تر لمانځه پوري بېلا بېلو شاعرانو ارواښاد فرهاد ته ځانګړي شوي شعرونه ولوستل. د ماښام تر لمانځه وروسته حاجي عبدارزاق شېرزاد چي د ارواښاد فرهاد د اروا خوښۍ لپاره يې د قرآنكريم ختم كړى و، د قرآن شريف خاتمه ولوسته او په جنت فردوس كي يې د ارواخوښۍ دعا وشوه. د غونډي په وروستيو كي د غونډي مشر او د مدني ټولني د مسئول انجينر عبدالمالك يوسفي له خوا ارزوونكې وينا واورول شوه، ده د ارواښاد ف� �هاد مړېنه د افغان فرهنګ لپاره يوه ضايعه وبلله، ده وويل چي له مرګه هيڅوك چاره نه لري خو د ځوانۍ مرګ ډېر د افسوس وي په تېره بيا د يوه هنرمند مرګ، ده زياته كړه چي طاهر فرهاد رښتيا يو ښه شاعر و، ځكه نن چي موږ د ده شع� �ونه واورېدل هغه يو نوښتګر او برجسته شاعر و، ده ډْره خوښي وښوده چي د روهي بهير له خوا د ده په ياد ښه غونډه جوړه شوې ده. دا يادونه بايد وشي چي طاهر فرهاد د روان كال د غبرګولي پر اتم ماښام په كونړ ولايت كي د يوې ترافيكي پېښي په ترڅ كي خپل روح حق ته وسپاره، چي تېره پنجشنبه په كونړ ولايت كي هم د ده ياد غونډه د هغه ځاى د مېشتو آزادو فرهنګيانو له خوا جوړه شوې وه، هلته دا پرېكړه هم وشوه چي د ده په نامه به په كونړ كي يو ښوونځى جوړېږي. تر غونډي وروسته د عبدالظاهر پاڅون له خوا د شهيد فرهاد د ارواخوښۍ لپاره په شوي خيرات كي د غونډي ګډونوالو برخه واخيسته.                                 &n; bsp;                                   واصل حسنيار د غونډي پرانيستونكې ويناوكړه          عبدالاحمد محمديار د ارواښاد فرهاد د هنر او فن ارزونه وكړه                               & nbsp;                        حاجي عبدالرزاق شېرزاد ق� �آنكريم ختم وكړ په غونډه كي ډېرو فرهنګيانو او فرهنګپالانو برخه اخيستې وه ",د شهيد فرهاد ياد غونډه جوړه شوه 4037,," دكندهار ولايتي چارواكي وايي دغه  يولس وسلوال  طالبان  يې  ددغه ولايت   دډنډولسوالۍ  په  څو كليو كي  وروسته  له هغه  ونيول چي  دغه وسلوالو  دپوليسو پر څو امنيتي پوستو بريدونه وكړه . دكندهار دوالي وياند دواؤد احمدي  وايې   له  نيول سوو طالبانو څه يي يو شمير وسلې هم  ترلاسه كړي . ",دكندهار چارواكو ديولسو طالبانو دنيولو خبر وركړ 4038,," د سره رود په فتح اباد کى د هي� �وينو د جوړولو دوه کارخانى د امنيتى مسولينو لخوا کشف او ونيول شوي دي چارواكي وايي د كارخانې دكاركونكو س� �بيره يې په سلګونو كيلوګرامه هيروئين هم نيولي . په خبر كي ويل شوي چي نيول شوي كسان ټول مزدوران دي او دكا� �خانې اصلي مالك په تيښته بريالى شويدي .  د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسول سمونوال عبدا� �غفور وويل : لومړۍ کارخانه چى د فتح اباد دمارغونډۍ په ساحه کي د هيروين پوډر د جوړولو په حال کي وه د يوه لاب� �اتواراو ټولو لازمو تجهيزاتو سره سره ٦٦ ليکو ګرامه تارياک ٢٨ کيلو ګرامه امونيم کلورايد ٥کيلو ګرامه ام ونيم هايدريد پوډر ،٥ کيلو ګرامه نوي توليد شوي هيروين پوډر د ٥٠ کيلو ګرامو په وزن دولس بورۍ خټه هيروين دس� �ه رود دولسوالۍ د امنتي ځواکونو لخوا کشف او نيول شوي دي .په دې اړه هغه دولس تنه چې په دغه کارخانه کې ئې کار کاوه هم نيول شوي دي . دوهم لابراتوار په اړه بايد دا وايم چې نوى جوړ او د پوډرو جوړولو لپاره چمتو شوى ځکه چې ٢٢٤ کيلو ګرامه تارياک يې ددې لپاره د اوبو سره ګډ او مخلوط کړى وو چې نن ئې بايد تري پوډر جوړ کړي واى دغه راز سمونوال عبدالغفور وويل چې ددوي امنتي ځواکونو د اچين په ولسوالۍ ٢٩ کيلو ګرامه تارياک چې په ٢٦٣١١ نمبر پ� �يټ ډاټسن کې نامعلوم ځاى ته وړل کيدل هم تر لاسه کړى او په تور ئې د ډاټسن ډريور نيول شوې دې، ",د ننګرهار چارواكو دهيروئينو كارخانه له منځه وړې 4039,," دغه ټكى نن په يوه خبري كنفرانس كي ددفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي په ډاګه كړل . دولتي وياند وويل : سبابه دغره دفشار په نوم عمليات نورپاي ته � �سيږي اوپرځاي به يي دغره دقهر عمليات پليږي. دغرني يرغل عمليات چي په تيرو دومياشتو كي ترسره شول نژدې لسوزرو دولتي او ايتلافي سرتيرو پكي برخه اخستې وه . كه څه هم دغه وياند دغره دفشارعمليات بريالي وبلل . خوداسي ښكاري چي ددغه عملياتو په ترڅ كي وعامووګړو ته هم ډيره مرګ ژوبله اوښتي . ",ددفاع وزارت دغره دقهر په نوم عمليات پيلوي . 4040,ډاکټر حسن ،لندن," شپه دې راته بیایوه بلا جوړه کړه             تاچې له  بیګانه سبا جوړه کړه   مونږپه محبت کې نظر ومینځی       ځکه موهرلورته ښکلاجوړه کړه  هرتیاره کړلیچ کې دژوندون زمونږ    مونږ ته حوادثو رڼا جوړه کړه  کله خو زمونږ په چاودو شونډوهم خدایه له سلګو نه مسکا جوړه کړه  ویني مې زبیښي په دې هنر ظا لم  ماته ئې چې پوهه ګنا جوړه کړه  زمونږ خوله زخمونو وینې نه څاڅي تا ولې له غریو نه ژړا جوړه کړه  وکره (حسنه) د الفت  تخم  ځان ته له فنا نه بقاجوړه کړه ډاکټر حسن ،لندن  ٢٠٠٦ /٧/٢٩ ",تا ولي له غريو نه ژړا جوړه کړه ؟ 4041,عبدالاحد پېغام _ كابل," دادې شوخي ده كه ادا ده كه پلمې جانانهچې دا دخپل حسن لمبې دې بلوې جانانه ستا دنظر ډيوه دې خداى چيرته خاموشه نه كړيچې زما دژوند غمګين ماښام پرې رڼوې جانانه راشه پرهر زړه مې دخپل ښايست په غېږ كې واخلهچې شي پيد ا په كې ګرمي ستا دسينې جانانه زما د مظلوم زړګي آزار په غاړه ولي اخلې ؟چې دظالم نظر په اور مې سوځوې جانانه لږدې دحسن دشيبوباران په ورو ، وروهچې پاروي مې په احساس كې زلزلې جانانه ته څومره ښكلى يې زما اى نازنين  قاتله !اول مې ښكل كړې بيا مې وروسته قتلوې جانانه د۱۳۸۵كال دزمري دمياشتې ۶نيټه ",غزل 4042,," تېره جمعه د۱۳۸۵ کال د زمري د مياشتي پر اوومه نېټه د پاکستان د کويټي ښار په سټلايت ټاون کي زرګونو ديني عالمانو او طالبانو په يوه لويه غونډه کي برخه اخستې وه .  محمد خان چي ځان دجنوب غرب حوزې دعلماودفرهنګې چارومسول معرفي کوي بېنوا ويبپاڼي ته ديادي شوي غونډي په اړه داسي توضيحات راکړه : په کويټه کې دحوزه جنوب غرب دعلماولخوا دخواخوږۍ پيغام چې دتيري جمعې په ورځ په يوه لويه غونډه کې چې دکويټې دښاردسټلايت ټاون په اسحاق کالونې کې دشيخ الحديث مولوي عبدالحکيم صاحب په مشري دزرګونودينې عالمانواوطالبانوپه وړاندي دافغانې علمابرسيره پاکستانې علماهم حاضروو په دې ډول ولوستل شو: دهیواد دسترنومیالې عالم اوجهادی شخصيت محترم مولوی محمديونس (خالص) صاحب دمړينې له امله دجنوب اوجنوب لويديځې حوزې ددينې عالم انودخواخوږی پیغام : بسم الله الرحمن الرحيم په ډيرخواشینې سره موخبرترلاسه کړچې دګران افغانستان پياوړی عالم شاعراوليکوال جهادي شخصيت حافظ القران محترم مولوي محمد يونس خالص صاحب په حق رسيدلي ...انا لله وانا اليه راجعون مونږ دجنوب اوجنوب لويديځې حوزې دينې عالمان ،طالبان ،مجاهدين او عوام دمحترم مرحوم مولوی صاحب په مړينه: عاليقدرامیرالمومنین ،دمرحوم کو� �نۍ،اودحق دلاری سرښندونکومجاهدينوته دتسليت ،خواخوږی ،غمرازی اودتعزيت مراتب وړاندي کوو اودلوی خدای له درباره څخه مرحوم ته دمغفرت اودوستانوته ېې دصبرجمیل اواجرعظیم غوښتونکي یو. مونږ که ديوي خوا دمحترم خالص صاحب په علمې ،فرهنګې اوجهادي خدمتونوافتخارکوو له بلې خوا له الله جل جلاله څخه غواړوچې دده برکات دده دکورنۍ په غړودده دفکرپه ملګرواوخصوصا دده ځاي ناستې مشرزوی محترم مولوی انوارالحق مجاهدباندی کښيږدی . زمونږ هیله داده چې ټول دينې عالمان ،طالبان ،مجاهدين اوعام مسلمانان دي دهمي� �ه لپاره دخالص صاحب په شان ددين دحقانې عالمانوترشاودريږی اود داډول  لويوشخصيتونولاره دی تعقيب کړي . غونډه دخدای بخښلې مولوي خالص روح ته په دعاسره پاي ته ورسيدل.   ",زيات شمېر طالبان د کويټي سټلايټ ټاون کي راټول شوي وو 4043,," د ايتلافي ځواكونو په يو ه خبر پاڼه كي راغلي چي په اروزګان ولايت كي يې له مخالفينو سره په جګړه كي شل تنه طالبان وژلي دي. د دوى په وينا جګړه هغه وخت رامنځته سوه چي د طالبانو يوې ډلي د دوى مركز تر بريد لاندي ونياوه، په خبر پاڼه كي راغلي چي په دې نښته كي نه افغان پوځيانو ته او نه هم د ايتلاف سرتيرو ته كوم زيان رسېدلى دى. ",ايتلافي ځواكونه وايي چي شل مخالفين يې وژلي دي 4044,," تیره شپه  دوه نیمي بجې  طالبانو د کندهار د ډنډ ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ  او د ځايی  پولیسو  سره د اخوډب پر مهال چي وروسته  په جګړه وواښت  یوه ماشومه انجلۍ یو ښځه او یو بوډا سړي  چي په خپلو کورو کي په مرمیو لګیدلي وه خپل ژوند له � �اسه ورکړ د ډنډ ولسوالۍ د پولسودمشر په وینا په نښته کښي  ئې ساتندویانو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې  هغه وویل چي ۴ طالبان ئې ژوندي نیولي دي  د ځایی خلکو په وینا د پېښي  وروسته د پولیسو لخوا د خال خال ډزو اوازونه تر لمرخاته اوریدل کیده ",د کندهار د ډنډ پر ولسوالۍ طالبانو برید کړی 4045,," ټاكل سوې ده چي نن دوشنبه د جولاى ۳۱ مه د افغانستان په جنوبي سيمو كي د پوځي كوماندي چاري رسماً له امريكايي ځواكونو څخه ناټو ته ولېږدول سي.ناټو لا له مخكي په جنوبي سيمو كي په زرګونو سرتيري ځاى پر ځاى كړي او په غير مستقيم ډول يې د افغان دولت د مخالفينو په ټكولو كي برخه اخيستې ده. په افغانستان كي د ناټو ځواكونو ډېره برخه د برېتانوي او كاناډايي سرتېرو څخه جوړه ده.د ايتلاف پر سرتېرو ډېري نيوكي دا وې چي په عملياتو كي د ملكي وګړو د مرګ ژوبلي خيال نه ساتي، خو په افغانستان كي د ناټو ځواكونو مشر ژمنه كړې چي دوى به د ولس له استازيو سره په تماس كي وي او ډېره هڅه به يې دا وي چي د جګړې پر وخت ملكي كسانو ته زيان و نه رسېږي. ",ناټو د جنوبي سيمو پوځي كومانده پر غاړه اخلي 4046,," د فرانسې د دفاع وزيره مېرمن اليوټ مري چي افغانستان ته راغلې ده، تېره ورځ له خپل افغان سيال جنرال عبدالرحيم وردګ سره تر ليدني وروسته په كابل كي يو خبري كنفرانس ته راووته او د ژورناليستانو پوښتنو ته يې ځواب ووايه.مېرمن مري وويل چي طالبان له ګاونډي هيواد پاكستان څخه افغانستان ته را اوړي او دلته د افغان دولت لپاره سرخوږى پيدا كوي.هغې وويل چي هيواد به يې ډېر ژر نور سرتيري د سوله ساتي ځواكونو په چوكاټ كي د كابل ښار د امنيت ساتلو لپاره راولېږي. ",د فرانسې د دفاع وزيره افغانستان ته راغلې ده 4047,," د ننګرهار ولايت په مركز كي د يوې چاودني له امله � �پږ دولتي پوليس مړه او ۱۶ تنه ټپيان سول. چاودنه د ښار په يوه جامع جومات كي هغه وخت رامنځته سوه چي د ننګرهار والي ګل آغا شېرزى له مسجد څخه د راوتو په حال كي وو. نوموړى د پخواني جهادي مشر مولوي يونس خالص فاتحې ته د ګ� �ون لپاره تللى وو. د كورنيو چارو وزرات وياند يوسف ستانيزي خبريالانو ته وويل چي د ننګرهار د پوليسو په يوه كورولا موټر كي مخكي له مخكي چاودونكي مواد ځاى پر ځاى سوي وه كوم وخت چي شيرزي له مسجد څخه راوتئ د ريموټ په واسطه والوزول سو. نوموړي وويل چي شېرزي ته په بريد كي كوم زيان نه دى رسېدلئ. ",په ننګرهار كي د چاودني له امله ۶ پوليس مړه او ۱۶ ټپيان سول 4048,," د هلمند امنيه كومندان جنرال نبي م لاخېل وايي چي تېره شپه يې په ګرمسېر ولسوالي كي ۲۱ طالبان وژلي دي، ده وويل چي دا عمليات د ملي پوځ، پوليسو او ايتلافي ځواكونو له خوا په ګډه ترسره سول، چي له دولتي او ايتلافي ځواكونو ځني څوك نه دي وژل سوي. بل پلو د طا� �بانو وياند قاري يوسف احمدي د نښتي پخلى وكړ، خو ور اوښتى زيان نه مني او وايي چي وژل سوي كسان طالبان نه بلكي ملكي كسان دي. ",چارواكي: د ګرمسېر په نښته كي ۲۱ طالبان وژل سوي دي 4049,," د طالبانو وياند ډاكټر محم دحنيف بېنوا ته وويل چي د ننګرهار پر والي ګل آغا شيرزي باندي د نن ورځي بريد د دوى له خوا تر سره سوى دى. نوم وړي وويل چي د احمدبصير په نامه يو طالب چي د كابل اوسېدونكى و پر شيرزي باندي يې ځانمرګى بريد وكړ، او وايي چي په بريد كي ۱۵ تنه پوليس او عسكر ووژل سوي دي. خو د كورنيو چارو وزارت وياند يوسف ستانيزى بيا دا خبره نه م ني او وايي چي دا خپله د پوليسو په موټر كي مخكي له مخكي چاودېدونكي موادځاى پر ځاى سوي وه. دا چاودنه نن له غرمې مخكي هغه وخت رامنځته سوې وه چي شېرزى په ننګرهار كي د پخواني جهادي مشر مولوي يونس خالص د فاتحې څخه د � �اوتو په حال كي و. ",طالبانو د ننګرهار پر والي د بريد مسئوليت په غاړه واخيست 4050,," د طالبانو وياند ډاكټر محمدحنيف وايي تېره شپه يې د بغلان هوايي ډګر په BM12 توغنديو ويشتلى دى، خو له مرګ ژوبلي يې ځان ناخبره ښيي. نوموړى زياتوي چي تېره شپه د پكتيكاولايت د وازي خوا او ډيله ولسواليو ترمنځ د دوى پر يو مركز د امريكايايي او افغان پوځيانو له خوا بريد وسو، چي سخته جګړه رامنځته سوه. او د يو كومندان په شمول يې څلور طالبان مړه سوه، دى وايي چي په دې جګړه كي يې دوه تنه افغان پوځيان هم وژلي دي. ډاكټر حنيف وايي چي د پكتيكا ولايت د وازي خوا او ډيله ولسواليو تر منځ يې د ام ريكايانو يو موټر په ريموټ كنټرول بم الوزولى او پكښي سپاره عسكر يې ټول وژلي دي. خو د نوموړي د دې ادعاوو په اړه تر اوسه دولتي چارواكو او ايتلافي ځواكونو څه نه دي ويلي. ",طالب وياند د بېلا بېلو وژنو ادعا كوي 4051,," يوشمېر افغان ليكوالو او روشنفكرانو د ط� �وع تلويزيون  په دې وغانده چې  ملي ترمينالوژۍ نه رعايتوي او هڅه كوي چې ايراني اصطلاحات دود كړي .د افغانستان د بيلابېلو ولايتونو ليكوالو بېنوا ته په راستولي پيغام كې له دولتي چارواكو او د طلوع تلويزيون له بهرنيو تمويلوونكو څ خه غوښتي چې له دې تلويزيون سره  هرراز مالي مرستې بندې كړي . په دې پيغام كې دغه راز له ليكوالو،صاحب نظ� �انواو كارپوهانو غوښتل شوي چې له دغه تلويزيون سره چې د تنګ نظرو ايرانيستانو په كنټرول كې دى ، هر ډول همكاري كه هغه مركه وي يا تجارتي اعلان ، داعتراض په توګه بند كړي.دافغان ليكوالو او روشنفكرانو په پيغام كې ويل � �وي  چې طلوع تلويزيون د مروجو افغاني رسمي اصطلاحاتو په تېره بيا چې پښتو وي پر ځاى له ايران سره د خپل يووا� �ي دښكارولو لپاره په ايران كې جوړ شوي اصطلاحات كاروي . څه موده مخكې په كونړ كې د دغه تلوزيون دخپرونو پرضد مظاهره شوې وه او افغان ادبي بهير هم په كابل كې د غبرګولي د نولسمې نېټې په غونډه كې د دغه تلويزيون ملي ضد روحيه غندلې وه. ",طلوع تلویزیون ملي ترمینالوژي نه رعایتوي 4052,خادم کوچی," ۲۷/چنګاښ/٨٥يومهال مې دشېرپو� �دځمکې دوېش په اړونديوه خبره کړې وه،يوه ښاغلي لنډه غر،راته ويل:داپه تاپورې اړه نه لري دده په وينادغه چارې د� �وړومقاماتودي هغوى پوهېږي اوکاريې....ماورته وويل:نه زړګيه افغانستان دټولوافغانانوګډکوردى دغه ډول پېښې په ټولوافغانانوپورې اړه پيداکوي ددغه هيواداوخلکودخونديتوب اوخوښۍله پاره وخت په مهال ټولوافغانانووينې تويه کړې دي،ځورېدلي دي له همدې امله ټول افغانان دپېښوپه اړوندله مشرانوڅخه دپوښتنې کولوبرخه اوواک لري. موږدغه هيوادته دجنګي کلا اوخراساني افغانستان نوم ځکه ورکړى دى چې دغه هيوادته هرڅوک دجګړې له پاره راځي اوياداچې په جګړه اوړي،له دغې ستونزې سره سره دغه هيواددخراسان په منګولوکې پروت دى زموږخلک به کله دومره نېکمرغې ولري چې افغانستان دجنګي کلااوخراسان له خور،بڼې اومنګولوڅخه راوباسي دخپلواک، سوليزاوسوکاله ژوندپه چوکاټ کې يې وغورځوي.دطالب دعربيزم له ماتې څخه وروسته دافغانستان خلکوته داسې هيلې پيداشوې وې چې ګوندې دلوېديزې نړۍپه م� �سته اودډېموکراسۍله سرودڅخه لاندې اوس کېدلى شي چې افغانستان ديونوي جوړښت اوخوځښت په لوري روان شي پېښې به يو� �وان بهيرپيداکړي.په همدغه هيله مشرتوبونوته رايې ورکول شوې جرګې ياپارلمان جوړشوګواکي زموږپه هيوادکې و� �سي اوقانوني جوړښتونه رامنځته شول دهغوى له پاره په بېلابېله بڼه اونوم پيسې وټاکل شوې.له همدغه څه سره سره زموږدمشرانوله خوادډېروسلاکارانو اوډېروکمېسيونونوجوړول خويوه زړه خبره،پخوانى دوداو رواج لري چې په پا� �نه،نازولواومړونه باندې يې ډالري پيسې لګول کېږي.ريښتيايې ويلي دي چې دغټوخلکوغټ کارونه وي دهغه کمېشنکا� �انوپيس هم ډېرلوړاوډالري ښودل کېږي چې دچارواکوپه ادلون بدلون مقررۍ،يامشرانوته په وروستلو،تېرولوکې مرسته اوهمکاري کولى شي.پېښې په ډاګه کوي چې په نن ډالري افغانستان کې څوکسه سلاکاران،دجرګګيو،کمېسيونونوغړي اوم� �ران په بيه اخيستل کېږي باندېنۍاوکورنۍشتمني به ددغوڅوکسوښاغليو،منليواوڅوانجوډوله اداروپه جېب اوکوتړه کې وراچول کېږي دافغانستان دډېروخلکوستونزې به په خپل ځاى پاتې وي دخراساني افغانستان بيارغاونه اوجوړونه به دخوب ليده وي. ",دسلاکارانوافغانستان! ( د خادم کوچي ليکنه ) 4053,," د ساهو ليکونکيو مرکې اونيزه غونډه وشوه.د ساهو ليکونکيو مرکه (پېښور) اونيزه د کره کتنې غونډه د ٢٠٠٦ ميلادي کال د جولاي د مياشتې په يودېرشمه نېټه، د دوشنبې په ورځ مازديګر پنځه بجې د پېښور په خيبربازار، اردو ساينس بورډ کې د طلبګار خوګياڼي په رياست کې پېل شوه چې د کوربه چارې يې د ځلان مومند په غاړه وې.تر هر څه د مخه جمشېد مومند د تېرې غونډې ګزارش واورولو او بيا د اجن� �ا ترمخه عبدالهادي حيران خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړ چې ګډون والو يې په هنري، فکري او شعري اړخونو په زړه پورې بحث وکړ. تر دې وروسته ازاده مشاعره وشوه. په غونډه او مشاعره کې جمشېد مومند، عبدالله جان مسرور، فضل باقي تاجک، اسفنديار، شفيع الله نوري، ارشد اقبال وحيد، نصر الله ژوند، غلام حسين محب، عبدالهادي حېران، چشم ان موسى خېل، اصف، زاهد مومند، صاحبزاده جواد، ډاکټر دروېش يوسفزي، ځلان مومند، طلبګار خوګياڼي او ځينو نورو م لګرو برخه درلوده.راتلونکې غونډه به د اګست د مياشتې په شپږمه نېټه، د دوشنبې په ورځ په همدې وخت او ځاى کې کېږي چې نصر الله ژوند به پکې خپله لنډه کيسه د کره کتنې لپاره وړاندې کوي. ",د ساهو ليکونکيو مرکې اونيزه غونډه وشوه. 4054,," نن دوهمه ده چي د هيواد په جنوب كي د طالبانو په وړاندي د عملياتو واك رسماً ناټو ته وسپارل سو، ناټو په هلمند ولايت كي خپل درې برېتانوي سرتيري هغه وخت له لاسه وركړل چي په موسى كلا ولسوالي كي د طالبانو تر بريد لاندي راغلل. په هلمند كي د بريتانوي ځواكونو وياند د درو مړو ترڅنګ د څلورم بريتانوي د زخمي كېدو خبر هم وركوي. برېتانويان په هلمند كي ۴۰۰۰ سرتي� �ي لري چي په افغانستان كي د ناټو ځواكونو ډېره برخه جوړوي. ",ناټو د عملياتو په دوهمه ورځ ۳ سرتيري له لاسه وركړل 4055,," د هلمند چارواكي وايي چي تېره شپه دولتي سرتيرو د خپلو تصفيوي عملياتو په لړ كي په لښكرګاه ښار كي دوه مشكوك كسان نيولي دي چي ځيني اسناد، شواهد او كارټونه هم ورسره دي، د هلمند امنيه كومندان جنرال نبي جان ملاخېل وايي چي له دوى څخه پلټني رواني دي، او شواهد ښيي چي دوى د طالبانو په ډله پوري تړلي دي. خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. ",په هلمند كي شكمن طالبان نيول سوي دي 4056,," د لښكرګاه په مركزي زندان كي بنديانو په ګډ اعتراض لاس پوري كړى دى، دوى د زندان له سختي وضعي څخه شكايت كوي، د هلمند امنيه كوم ندان جنرال نبي جان ملاخېل وايي په دې اړه يو هيئت ټاكل سوى دى چي د پېښي پلټنه وكړي، عيني شاهدان وايي چي د اعتراض پر وخت بنديانو غوښتل د زندان دروازه ماته كړي خو  د پوليسو له خوا ډزي و� �باندي سوي دي چي له امله يې زنداني مړ او دوه ټپيان سول. ",د لښكرګاه په زندان كي بنديانو اعتراض كړى 4057,," د فارياب ولايت په پښتون كوټ ولسوالي كي د جنرال مالك او جنرال دوستم د جګړه مارو ډلو تر منځ نښته كي څلور تنه وژل سوي دي، د مالك پلويانو د دوستم ډله په دې تورنه كړې چي په پښتون كوټ ولسوالي كي يې د دوى د سياسي كارونو مخنيوى كاوه. د فارياب والي عبداللطيف ابراهيمي رسنيو ته ويلي چي دواړي ډلي غير قانوني وسله وال لري او تل له يو بل سره نښتي كوي، ابراهيمي وايي چي د جګړې د مخنيوي لپاره يې پښتون كوټ ولسوالي ته يې د ملي پوځ او ملي پوليسو ځواكونه لېږلي دي. ",په فارياب كي دجګړه مارو ترمنځ نښته كي ۴ تنه وژل سوي دي 4058,," ولسي جرګې پوهاند عبدالسلام عظيمي د افغانستان د ستري محكمې د رئيس (قاضي القضات) په توګه ومانه. پوهاند عظيمي د حقوقو په رشته كي د لوړو زدكړو خاوند دى، چي د ولسي جرګې له خوا د ۱۵۸ موافقو رايو پر بنسټ د قاضي القضات په توګه وټاكل سو. جرګې د ستري محكمې د شپږو نورو غړو په اړه هم رايي وركړې چي په پايله كي پنځه تنه د رايو په اكثريت د محكمې د غړو په توګه ومنل سوه.منل سوي كسان ضامن علي بهسودي، غلام نبي نوايي، عبدالرشيد راشد، محمدعمر ببركزى او بهاوالدين بها دي، خو د شپږم غړي محمدقاسم هاشمزي په اړه په راتلونكې غونډه كي فيصله كېږي. ",د ستري محكمې رئيس او پنځه قاضيان وټاكل سوه 4059,"محمدمعصوم هوتک - کاناډا","     ( دبېنوادپاتاپه با علامه رشاد(رح)پخپله يوه ليکنه کي ،چي د( ادبي نث� �ونه ، دبېنواياد ، دکارنامو مېرمني ، دګلوګېډۍ ) په نامه کتاب د( بېنواياد) دبرخي په ١ ــ ١٣ مخونوکي چاپ سوې ده ، ږغېدلی دئ . ښاغلي اکبرکرګرهم د دغي موضوع په ارتباط دښکلامجلې په ګڼه کي څه ليکلي دي . زماسره هم په دې برخه کي يولړخبري سته چي يادونه به يې دراتلونکوڅېړنوله پاره بې ګټي نه وي . م هوتک )   دبېنواپاتا     دارواښادعبدالروف بېنوا(  ١٣٦٣ ش مړ) دمړيني خبرکابل ته د١٣٦٣ ش کال دجدي په پای کي را ورسېدئ . په سخته ناروغتيايې تردې پخواغوږېدلي وو. زموږ فاضل استاد علامه رشادبابا(١٣٠٠ ــ ١� �٨٣هـ ش ) په دغوشپوکي دزړه دناروغۍ له امله دکابل په علي آبادروغتون کي بستري و. دعلامه استاد(رح) دکورنۍ ، دوستانواومتعلقينومصلحت پردې سو، چي دبېنوادمړيني خبر له استاد(رح) څخه پټ وساتل سي . موږټولوکوښښ کاوه چي ع� �امه مرحوم دخپل تېروني اشنااوملګري په غم غمجن نه سي . دعلامه استادمرحوم روغتيايي حالت مخ پرښه کېدلوسو. دم عالج ډاکټرارواښادپوهاندنوراحمدبړېڅ له خواپه کورکي دبشپړاستراحت کولوتوصيه ورته وسوه اواستاد(رح) ته يې په کورکي بستروغوړاوه . زه به لکه څرنګه چي روغتون ته هره ورځ داستادخدمت ته حاضرېدلم ، کورته به مي هم هره ورځ ځان وررساوه . ورځ مي يې هېره ده ، چي کومه وه ، داستادپوښتني ته ورغلم . په څېره کي يې دژورخپګان نښانې ليدل کېدلې . پرمېزباندي کاغذ ورته پروت واوداسي راته ښکاره سوه چي شعريې ليکه . قلم يې کښېښواو تر سترګويې اوښکي راايله سوې . په وارخطايي مي پوښتنه ځني وکړه : ــ چاپه خبرکړلاست ؟ په نيولي آوازيې راته وويل : ـــ ديوچاپه ناپامي کي ترخوله ووتل اووروسته نوپه ټول حال خبر سوم . نوريې نواوښکودخبروکولومجال ځني واخيست اوڅوشېبې دواړه پټه خوله کښېنستلو . ماسکوت مات کړاوپه ډېرادب مي ورته وويل : ــ استاده ! مرګی حق دئ خواوس موږته ترهرڅه زيات ستاسي صحت مهم دئ . وې فرمايل : ـــ هو ! ټول همداراته وايي .    بيايې نودپيل سوي وېرني ( مرثيې ) مطلع راته ولوستل . دقلم څوکي لمبه سه سوځه سوځه لاندي باندي چي په تاليکلي کېږي داشنادمرګي ساندي (١) وروسته يې په بزرګوارۍ سره زما دهڅوني اوتشويق په خاطروفرمايل : ـــ په دې مرثيه کي مي ستااقتفاء کړې ده .  زه لاس وپښه سوم خوډېرژرمي درک کړه چي دعلامه مرحوم مرادزماهغه مرثيه وه چي دلوی استادعلامه حبيبي مرحوم پرمړينه مي ويلې وه اوسرليک مې ساندي ليکلی و(٢) . ورپسې يې دارواښادبېنوا دځوانۍ دشپو ورځواوددوی دکورنۍ په باب اوږدې آم وزنده خبري راته وکړې . دخپلي ملګرتيا څوپه زړه پوري خاطرې يې راته وويلې اوپه هغوکي يې له پغمان څخه دراتګ پ� �وخت دڅوتنوسپاهيانو کيسه راته بيان کړه چي ارواښادبېنوادوزارت په موټرکي له ځان سره دکابل ښارته راوستل (٣) . دخبرپه پای کي يې يوه � �يکلې پاڼه اوڅه پيسې راکړې ، ويې فرمايل : ـــ سبابه دافغان اعلانات دفترته ورسې اودمرحوم بينوادپاتااعلان به و� �کړې ، رسيدبه يې ځني واخلې . د  ٌ  پرسترګو  ٌ ترويلووروسته مې لاس مچ کړ اورخصت مي ځني واخيست . زمادهغه وخت خوښي او مباهات هيڅکله له ذهنه نه وزي چي علامه استادبه ديوه کارکولوته امرکړم . دامردتعميل تروخته به په کاليوکي نه ځايېدلم . په هغه سبامي سهارپه خړه بياله خيرخانې مېني څخه مخ پرښارونيو. دمخه تردې مي چي دافغان اعلانات ددفترمامورحاض� �سوی وي ، ځان هغه دفترته رسولی و. دافغان اعلانات څانګه په سالنګ واټ کي وه . په دې ترڅ کي دوه درې تنه نورهم داع� �انوخپرولواوپيسوتحويلولوله پاره دفترته را ورسېدل اودموظف مامورله راتګ سره سم زه لومړی سړی وم چي داستادپاڼه مي پرمېزورته کښېښو و له . دمامورله کړووړوڅخه داسي ښکاره سوه چي ددغه رازاعلان درسېدوانتظاريې کاوه . له مقدمې پرته يې راته وويل : ـــ بيادر! ای اعلانه تيرکده نميتانم . ځني ومي پوښتل : ـــ علتش پرسيده ميتوانم . راته وېويل : ـــ هدايت مقامات است . کاغذ اوپيسې مي راواخيستلې اواستاد(رح) ته مي ټول حال ووايه . ډېرمتاثرسو. وې فرمايل : ـــ په دې شکوفان نظام کي دبرحاله سفيردپاتااجازه هم نسته . سبايې پخپله وروړم . غوښتل مي چي ددوی دناروغۍ اودډاکټرله خواداستراحت دسپارښتني يادونه ورته وکړم . جمله مي ترخوله پوره راوتلې نه وه چي په قاطعيت يې راته وويل : ـــ دبېنواحق تردې خبروډېرلوړدئ .    سباته مي زړه کښانده و.له ځانه سره مي ويل  ، خدای مه کړه داستادروغتياته څه خط� �پېښ نه سي . د اتو شاوخوامي دافغان اعلانات ددفترمخي ته ځان ورساوه اودسړک پردرې ګزي مي ورو وروقدم وهل پيل کړل . څه شېبه وروسته مي استادپه سترګه سوچي دفترته وروخوت . له بيرته راکښته کېدلوسره سم مي ځان په وليد. راته وې م سل : ـــ ليدل مي چي تعقيبوې مي . خدای دي برکتونه درکړي .    له جيبه يې داعلان رسيدراوايست په اندېښمنه لهجه يې وويل : ـــ اعلان خويې واخيست . وګوروچي نورڅه پېښېږي .     سباته زماپه شان نوروډېرودوستانوسهاروختي دراډيوفوتي اع� �انوته دوياندله خولې څخه د  ٌ  پايان اعلانات فوتی  ٌ ترويلوپوري غوږنيولی و، خودبېنوادپاتااعلان يې وانه ورېد.    داستادکورته په تلوارورغلم . ارواښادخواخوږی صاحب ترمادمخه رارسېدلی و . علامه استادپه جدي لهجه راته وفرمايل : ـــ صادق (٤) ته مي هم ويلي دي ، ته به هم په پوهنتون کي هرچاته داخبره ورسوې چي دولت پرخپل تندي باندي يوبل ملي ضدداغ کښېښو . دبېنوادپاتااخيستلوممانعت يې وکړ . موږبه که دخدای رضاوه دده له (٣)   پاره په خپل کورکي دقرآن عظيم الشان دختم سرښته وکړو. داستادامرمي پرځای کړ.      د� �ې کاله ورسته چي دروسانوپه امردګرباچف دپروسترويکا په تعقيب په افغانستان کي دملي روغي جوړي ترنامه لاندي د� �ژيم دبقاله پاره نوې هڅه پيل سوې وه اوپه دې لړکي دکابل په اريانا هوټل کې دارواښادبېنواددريم تلين دنمانځ� �وغونډه جوړه کړه ، ارواښادعطايي پخپلوخبروکي کي وويل :      نن دهماغه بېنوامرحوم په ياددلته راغونډ سوي يو چي درې کاله وړاندي موږچادهغه پاتااخيستلوته نه پرېښوو� �و.     ارواښادخواخوږي صاحب راته وويل : دې غونډي ته زموږملګري هم دعوت سوي وه خوموږد اعتراض په نامه غونډي ته حاضرنه سولو . زه ( هوتک) دې غونډي ته دښاغلي هيوادمل په بلنه ورغلی وم . په غونډه کي ډاکټرطارق رشاد دعلامه بابا هغه مرثيه ولوستله چي مطلع يې ماپه وړاندي کرښوکي تاسي ته راوړې ده .     کلونه تېرسول . زه دازل کښلوکاناډاته راورسولم . په ١٩٩٨ع کال داکتوبرپه مياشت کي چي علامه رشاد(رح) امريکاته تشريف راوړی و . زه يې ليدلوته ويرجينياته ورغلم . څودخوندشپې وورځي مي ددوی په محضرکي تېري کړې . وروسته مونيويارک ته ګډ سفروکړ اوپه نيوجرسي کي علامه مرحوم دارواښاد بېنواقبرته ولاړ. دشپې چي کو� �ته راغی راته وې فرمايل : ـــ بېنواته مي وويل :  ٌ آرام بيده سه . نور� �وسان اوهغه روسپال په وطن کي نسته چي موږيې ستاپاتا اخيستلوته لاهم نه پرېښولو ٌ  .       له علامه رشاد(رح) سره دازماوروستۍ ليدنه کتنه وه . ماپه کاناډاکي پخپل کتابتون کي دکارمېزته مخامخ هغه عکس ځوړندکړی دئ چي علامه مرحوم دارواښادبېنواقبرته لاس په دوعاولاړدئ . خدارحمت کندآن عاشقان پاک طينت را +++++++++++ محمدمعصوم هوتک اوکويل ـــ اونټاريو داګسټ لومړۍ ٢٠٠٦ع     لمنليکونه  (١) ددې مطلع لومړی نيم بيتی داستاد(رح) په نوي چاپ سوي اثر(ادبي نثرونه ... ) کي داسي  لاس خوړلی راغلی دئ : دقلم څوکي لمبه ، سېځه سوځه لاندي باندي (٢) دغه مرثيه دکابل مجلې د١٣٦٣ش کال په دوهمه ګڼه کي چاپ سوې ده خوزمانوم يې ځني غورځولی و . داستاديادپه مجموعه کي بيازماپه نامه چاپ سوې ده . (٣) داکيسه علامه استاد د( داسي وزيران هم پيداکېږي ) ترسرليک ليک � �اندي وروسته وليکل .  (٤) مراديې دارواښادانګار کشرزوی صادق انګاروچي په دغه وخت کي په پوهنتون کي محصل و . ",دبېنواپاتا ( دمحمدمعصوم هوتک ليکنه ) 4060,پروفيسر کابلي والا - هندوستان," پروفيسر کابلي والا - هندوستان امريكا : خندنۍ موسكا ، خونړۍ ام سا؟ لمړۍ ب� �خه ،  دوهمه برخه ، درېيمه برخه ، څ� �ورمه برخه ، پنځمه برخه ، شپږمه برخه ، اوومه برخه ، اتمه برخه ،  امريكا دترهګرو مور. . .  مونستي زيړمدال اوافغاني اوچته غاړه . . .  كه غواړئ چې امروكړئ  . . .  دنړۍ يوبل بدلون ، دمچيوپه ځاله يوځل بيا لاس وهل . . . دنړۍ پرمخ نن سبا دافغانستان اوعراق اويوشميرنورو اسلامى هيوادو په وړاندې ترامريكايي ظالم اووينې څښوونكى نظام اوحكومت بل نشته، په دې چې دغه نظام كه له يوې خوادخپلې ځان غوښتنې په پلمه پرنړۍباندې خپله واكمني چلوي ، له بلې خوا دوى دنوروانسانانو دانساني حقوقو دسلبولو دنده هم په خورا غيرانساني توګه ترلاس لاندې نيولې اوپرمخ يې بيايې . كوم كړه وړه چې نن سبا ددوى له خوا په نړۍ كې دترهګرۍ اووحشت په نامه پرانسانانو (په تيره بيا په مسلمانانو)باندې زغمل كيږي ددغو ټولوناانساني كړو وړو كاشفان اوايجاد ګر دوى په خپله دي ، په دې مانا چې امريكا په نړۍكې له نژدې نيمې  پيړۍ راپه ديخوا دترهګروتګلارو روزونكى اوپالونكى هيواد دى ، كله چې ددغه هيواد تاريخ لږ په غورسره څوك لولي ،نوبې شكه په دې باوري كيږي چې  دغه هيواد ته بايد دنړۍ په تاريخ كې دترهګروكړو وړود مور وياړورپه برخه شي، په دې مانا چې دوى له دويمې نړيوالې جګړې راپه دې خوا د خپل جهنمې سازمان سي آى اي له لارې په ختيزاولويديز كې ديوشميرهيوادو په مادې اومعنوي ښكيل باندې لاس پورې كړى چې دغه تګلاره يې اوس درسمي سياست تګلاره (پاليسې ) ګرزيدلې ده . ترهغه چې جرمن ولس لاهم ديوه ځواك په توګه ځان په نړۍ كې محسوساوه، دهغوپه وړاندې يې هټلر درولى و، اودهغه دكړو وړو هنداره به يې ددغه ملت په مخ كې ايښوده اوويل به يې (( تاسې مه غږ يږئ ، په دې چې تاسې نازيان ياست ، په اصل كې خوتاسې ددغې ځمكې پرسر دژوند كولو حق نه لرئ ...)) لادغه درامه سمه پاى ته نه وه رسيدلې بيايې ديوه بل ځواك په وړاندې چې هغه شوروي و، خپلې پښې رالوڅې كړې اوكوم څه چې اوس انساني وجدان په هغه باندې ځوريږي هغه يې يوازې دخپل برلاسي په خاطر دهغه نظام اوهغه ځواك چې په خپل ذات كې دانسان تمدن(ښه يابد) يوه برخه و په وړاندې په خورا وحشيانه اوغيرانساني توګه ترسره كړل ، په دغه ترڅ كې دوى له جاسوسيورانيو� �ې ترپوځې سياليوپورې يې چې څه په توان كې وو ترلاس لاندې ونيول. شوروې واكمنانان چې خداى يې په كمه و، اوكټ مټ چارې يې دنړۍ دمظلوميت په وړاندې پيل كړې ، هغوى هم دهمدغه هيواد دتوطيو په ترڅ كې دې حد ته ورسيدل چې ددوى لاس كتوى � �ول اوكيداى شي دغه حالت ديوې لنډې مودې له پاره نورهم پرشورويانو باندې كه راويښ نه شي همداسې روان وي .خوام� �يكا دهغه دوهلو له پاره  ترهرڅه دمخه دكمونيزم لامذهبي پلمه كړه اودهغه په وړاندې يې داسلامي هيوادو پلورل شوي اوعياش سروال لكه پشۍ اوموږ ك مخامخ يوبل ته وردرول . له افغانستانه يې دغه ، ددوى په وينالامذهبه ځواك ته سنګرجوړكړ اوترهغه چې ساپه كې چليده ، ددغه هيواد خلك يې ورسره وجنګول اوتريونيم مي� �يون زيات كسان يې په دغه هيوادكې دهغه څه له پاره چې اوس يې دوى هيڅ بولي قرباني كړل . هو، دڅه له پاره ؟ داسلام دژغورنې په مقصد ؟ اوكه په دغه هيواد كې دڅرګندې لامذهبۍ ، بې ايمانۍ اوڅرګندو فواحشو په خاطر؟  په افغانستان كې اسلام چا له ګواښونوسره مخامخ كړ ؟ داسلام توهين اوس په دغه هيواد كې دچا په لاس كيږي ؟ دكمونيست اوكه دمجاهد ؟ دډاكترنجيب الله كه دربانې _سياف ؟ رښتياخبره داده چې په افغانستان كې داسلام توهين اوخوارولوته ان له هغه پيله امريكاملاراتړلې وه اوتراوسه هم په هماغه خيال كې دي ،صادقانه بايد ووايوچې نه مجاهد اونه هم كمونست په دغه هيواد كې ددې پلوى دى چې دخپل پلاراونيكه دين يې ديوڅوكسومزدورانوپه � �ته والي سره دتوهين ترنني حده راورسيږي . سره له دې چې په دغه  هيواد كې خبره دغې پولې ته رسيدلې ، خوښاغلي كرزي ځان په خپله وروستى مركه (دجون ۲۹ او۳۰) كې په خپله څيره ، نه په هغه (كمونستي ) اونه  په دغه (جهادي ) رنګ كې وښود ، بلكې  خپل دريځ يې په امريكايې مش� �به څيره كې ټولوته  په بل ډول سره وښوده  اوهلته يي په ډاګه كړه چې ګواكي زه له مجاهدو، جګړه مارو خلقيانوپرچميانو ټولوسره ګورم ،داسې چې كه ناچاري نه وى له دغه يوه سره به سلام هم وانه چوم ... ددغه خبرې مانا څه ده ، داكه په سياسي لحاظه تعبيروئ اوكه په انساني ، سړې ته يوازې يوه پايله وركوي چې هغه عوام غولونه اودملت په خوځنده � �ښتياوواواعتقادونوباندې مسخرې كول دي اوبس . يوشميرخلكوته له دغې خبرې څخه داانديښنه هم پيداشوې چې خداى مه كړۍ خبره بل ځاى نه وي ، تاسې ته به څرګنده وي كه نه ، په دې وروستيوكې دكوريايي دعسيويانو دڅانګى (مون  اومونيزم ) له خوا ښاغلي كرزى ته دسولې دټولنې تش په نامه مونستي  مدال ديولړمراسمو په ترڅ كې وركړشو. سړى نه پوهيږي چې ددغه مدال له اخيستو څخه دښاغلي كرزى موخه اوهدف څه وو ، كه دا مدال دسولي اوښه حكومت  په خاطر و، نودده ترحكومت ناولى اوله فساده ډك حكومت بل هم دنړۍ پرسر  چيرې شته ؟ اوكه بياداووايو چې ځه دده حكومت دى ،  نو بيا ولي په يوه ساده � �مال  دامريكا دباندنيواودفاعي چارو وزيران يوپه بل پسې په نا بللې توګه په هره اوونۍ كې افغانستان ته منډې راوهي .حكومت  اوحكومت كول خوهم ځانته ما نا لري ؟  دغه مدال دداسې چا له خوا ښاغلى كرزى په خپله غاړه كې اچوي چې هغه جنوبي كوريا اوبوديزم په مدهبې لحاظ په امريكايې كليساباندې تاروماركړي دي ، دبوديزم جړې همدغه مون  اومونيزم په كورياكې له بيخه وايستې ، دوى له هند څخه همدا اوس په افغانستان كې په تيره بيا په مركزې افغانستان كې په شيعه مذهبو سيموكې دمرستو په نامه په خپل پراخ تبليغاتي كمپاين باندې اخته دي .دولس مشر مرستيال كريم خليلي يې همدا اوس  تر خپل دم لاندې راوستى چې څرګنده بيلګه يې تاسې په دې وروستيوكې له مونيزم سره دهغه داړيكو ،اودهغه داستازو تګ راتګ دى . زه په هندكې له څوكلو راپه دې خوا ددغه چلند شاهد يم ، افغان حكومت اوپه ځانګړى ښاغلى كرزى بايد په دغه برخه كې ددغه نوي طلسم كړو وړو ته په خپل هيواد كې متوجه وي. دايې پيل و خو ده ددغه مدال په وركړې سره به د پادريانو تب� �نورهم په افغانستان كې لاستورشي اوددغه هيواد دارادت په وړاندي به له دغه غيرمستقيمې لارې يوه بله ستونزه � �امنځ ته كړي . داد هغوكړو وړو دپيل يوه بله لاره ده چې لويديزه كليسا اولويديځ پادريان په نيغه توګه په افغانستان كې دپښې ايښود له پاره لار نه وينې نوځكه اوس غواړي په دغه شان دځان له پاره دلته يوه لاره په نښه كړي . پادريان غواړي چې دافغانستان شيعه ګان په دغه ښكيل كې راونغاړي اوپه دغه پلمه چې ګواكي دوى هم لكه كوريايان پيت پزي دي له خپل ارادته پربله خواكړي ... دافغانستان ولس مشر بايد ددغه هيواد دواكمن په توګه دخپلو خلكو باورونوته پاملرنه كړې واى ، مونيزم دعيسوي تبليغاتوهغه اداره ده چې په ختيزوهيوادوكې يې ددغو هيواد د پياوړو مذهبونوپه وړاندې سخت اونامردانه كار پيل كړى دى. دمون دتب� �يغاتو مسوول چې له ښاغلي كرزى سره په انځوركې ښكاري ، په نوي ډيلي كې مونيزم ته دافغانانو د ورښكيلولو په خاطر څرګندفعاليتونه لري.په نوې ډيلي كې له يوشميرهزاره افغانانو سره دوى كاركوي اوله دغه ځايه يې دخپلو فعاليتونو � �ړۍ اوس په خورا ماهرانه توګه د لوړو دولتي مامورينوپه  ملتيا سره ترهزاره جات پورې غزولي ده . كه ښاغلى كرزى ته مجاهدين اوياهم دده په ويناخلقيان اوپرچميان دناچارې ورځي ياران ښكاري ،دى بايد خپل ځان ته هم وګوري ، چې ده ته له كومه ځآيه څه شان دامونه او ښكيلونه را خواره شوي اوپه څه شان دى سر ورته ټيټوي . له مجاهدينوكركه هماغه مونستي طرحه ده ، چې بايد ورته متوجه وې ، دافغانستان خلك بايد په دې پوه شئ چې ستاسې په استازېتوب ستاسې مشربايدله پادريانواودهغوى له گوداګيانوسره داشان معاملي چې پايلې به يې ددغه هيواد دسپيڅلي عقيدې له پاره يوڅرګندګوزاراوخطر وي ترسره نه كړي ، دسولې په نامه دكليسانوك� �ي اودهغو له پاره دكرزي اويادده دمامورينو له خوا دكراروكرارواسانتياوو برابرول به سباپه يوه مصبت باندې واوړي ، كه خداى مه كړې كرزى مونيست شو.عيسوې پادريان اوله هغو سره يوځان دامريكا اسلام دښمنه اداره په خپله پرته له پوښتنې ددغه اسلامي هيواد واكمن دي ...  امريكا اوددغه هيواد جاسوسي شبكې نه يوازې داسلام بلكه  ددغه هيواد دملي ،تاريخي اوفرهنګي ارزښتونودبې اهميته كولو په ترڅ دداسې ګامودپورته كولو په درشل كې ده ، چې دهغه په پايله كې به ډيرزر افغانستان ته درښتيني محمدي اسلام پرځاى امريكايې ډوله اسلامي جوړښت چې له سل رنګه ناولتياووسره به مل وي  ورډالۍ كړشي  . دوى ددغه كارله پاره اوس په عملي توګه لاس په كارشوي ، اوغواړي هغه نسخه چې اسلامي خولاڅه كوې چې انساني هم نه ده په افغانستان باندې لكه ديوشميرخليجي لاس پوڅوواكم نانانوپه شان ورټپ كړي. هو، دوى ددغه كارله پاره په نړيواله سويه لاس په كارشوې ، دوى اوس دخپل برلاسي له پاره څوتيغه توره په بي ګناه افغانانواومسلمانانو پسې را ايستلي ده . په دې مانا چې دوى دنړۍ په هره برخه كې دانساني روحيې دانساني كولوپرځاى دهغې دحيواني كولو له پاره عملي ګامونه پورته كوي ، وګورئ دغې امريكايې لورينې اوسخاوت ته : نن سبا په امريكا كې په ميلونونه مكسكويي مهاجردغربت له ويرې ددغه هيواد بيلابي� �و برخوته راخواره شوي ، دغه ولسونه همدا اوس په دغه هيوادكې دومره توهين كيږي چې امريكايان دانسان په سترګو نه ورته ګوري ، په دې نژدې وختوكې يې په يوه پڼدغالي كې ددغو مهاجرو له پاره يې چې په انګريزي ژبه نه پوهيدل په � �ڼوكې كرښوكې وليكل : (( چې غواړئ امروكړئ اوياڅه ترلاسه كړئ بايد انګريزې ژبه زده كړئ ... )) .اوس تاسې خپله قضاوت كولاى شئ چې دغه هيواددنړۍ دمظلوميت په وړاندې  په څه شان نا انساني روحيې سره چال چ� �ندكوي،  وګورئ كه چيرې دوى په رښتيا هم دخپل آسماني كتاب امرونوته رښتيني وي ، په هغه كتاب كې دغه شان كړه وړه چيرې دي ؟ په آسماني كتاب كې   چې داسي څه نشته ، نودوى بيا ولي دپورتنۍ جملې دليكلو پرمهال خپل سر په ايماني اووجداني لحاظ خپل ګريوان ته نه كښته كوي  اوولي دنړۍ له مظلومان سره له ظالمانه چلند څخه كار اخلي .دغه جمله دهغو م هاجروله پاره يودرد وه چې هغو دعمر په داسې پړاوكې وو چې نه يې دزده كړې اونه يې هم دكاركولو توان درلود. بلي ته وګورئ  امريكاوايې چې دوى دنړۍ له مصيبت ځپلوخلكوسره م رستې كوي ، دوى ادعاكوي چې موږ يې امريكاته راغواړواودلته يې ددغه هيواد له اوسيدونكوسره په يوشان امتيازونو� �ه توپيرونوپرته منو، واقعيت څه دى ؟ تاسې دخپل هيواد دخلكوهغه برخه چې په اصطلاح دامريكايي مهربانۍ له مخې دغه هيواد ته ورغلي وګورئ چې په څه كارونواخته دي ؟ دوى ته په رښتياهم انساني حقوق وركول كيږي ؟ تاسې  له خپلوهم فرهنګيانواوخپلوهمژبوڅخه وپوښتۍ ،له هغې ورځې چې دغه هيواد ته رارسيدلي دوى دلته خپل كوم فرهنګي ارزښتونه ساتلي دي ؟ تاسې د دوى دماشومانوله حاله خبرياست؟ په سلوكې دوه درى ماشومان هم تاسې نه وينۍ چې هغوى دپه خپلومورنيوژبوباندې لكه چې مورنۍ ژبه يې وي خبرې وكړاى شي، په دې چې امريكاپه دغه برخه � �زاده تګلاره نه مني اونه يې لري ، دوى وايي چې هرڅوك دغه هيواد ته راځي بايد  په همدغه خم كې داسې ورنګيږي چې هيڅوك يې ونه پيژني اونه بايد له امريكايي هويته پرته  بل هويت ولري اونه بايد په دغه برخه كې فكروكړي .  كلتورې اوفرهنګي ا� �زښتونه خويې ګرد سره يوې خواته پريږدئ ، مذهب بله خبره ده چې دغه  نوي رسيدلي خلك نه پرې پوهيږي اونه يې ميندې پلرونه دومره وخت لري اونه وركول كيږي چې دهغوى له پاره دې معنوي روزنه برابره اوياد په دغه برخه كې فكروكړي . دسپتمبرله يوولسمې راپه دې خوا اوس په امريكاكې زيات شميرمسلمانانوته  مذهب هم دځان غم شوى ، په دغه هيواد كې چې كوم مسلمان ژوند كوي ، دهغو هرڅه تركلكې څارنې لاندې دي ، دهغوتليفوني خبرې هم خوندي نه دى ، ان داچې اوس يې خبره بريښنا ليكونونه ته هم رسيدلې هغه هم كتل كيږي اوترشديدې څارنې لاندې دي. دادمسالې يواړخ دى ، راځئ دې بل اړخ ته يې : ښايي ډيرخلك داهم ووايي : نوچې داسې حال دى بياموهلته دڅه له پاره سترګې خيركړى ، راځئ راپورته شئ ، اوخپلو هيواد و ته راشئ ، اوس پوښتنه داده چې خپل هيواد چيرې دى ؟ دعراقي له پاره عراق خپل هيواد دى ، خو اوس هلته څه حال اوڅه ورځ ده ؟ هره ورځ په دغه هيواد كې  په ټيټه  شميره  ۳۰ تنه عراقيان امريكايې اوانګ� �يزي پوځيا ن دخپلې كورنۍ  په مخكې په ګوليو وژني ، چې ددغه شميركچه په يوه مياشت  كې  ۹۰۰ تنوته رسيږي ، په يوه هيواد چې هره مياشيت دومره شمي� �انسانان له منځه ځي اويايې يوځواك لكه امريكا وژني دابه څه رنګه انساني وجدان وي چې ځان ارام ونيسې اوياووايي چې دلته به ددغه هيواد دانسان له پاره دشپې تيرولوځاى وي ؟ څوك به ووايي چې دغه هيواد ددغه انسان دى .  دهغه عراقي له پاره چې نن سباله هيواده دباندې ژوندكوي داوړده چې هلته ورشي اوپه دغه ناتار باندې چې په هيواد اوخلكويې تيريږي اودى هم  په دې ښه پوهيږئ چې دده انفرادي هڅه هم  كومه مانا نه لري ددغه مهاجر مرغه له پاره به  دخوندي ساتنې ځاى چيرې وي ؟ همداسې افغانستان هم درواخله ، په دغه هيواد باندې امريكايرغل كړى ، دغه هيواد اوس دامريكا له � �وټ  اولوټمارئ سره مخامخ دى ، پردغه هيواد باندې خپله واكمنه كوي اوهرڅه چې دلته � �وان دي ، هغه په خپله څاري اوپه خپله يې دخپلو يرغلګروپوځيانوتربرچولاندې په خپله ګټه راڅرخوي . په افغانستان كې په تيريوه مياشت كې ( دجون له پيله تراوسه ۲۰۰۶) تر پنځو سوو زيات كسان له هلمنده تركونړه پورې  دامريكايي ځواكونه په لاس شهيدان شول ، په دغه ملك كې نور ددې له پاره توان نه دى پاتې چې هلته بايد په امريكايي راتلونكې باندې څوك باوري واوسي ، په كابل كې دغلواوداړه مارو ډلوحكومت ته لاره موندلې دوى په هيڅ ډول ددې له پاره تيارنه دي چې دغه هيواد آرام شي اونه پردې پوهيږي چې څه بايد وكړي ، داپه خپله داسې يوه غميزه ده چې د ژوندي وجدان خاوندان بايد داوښكوبرځاى وينې پرې وژاړي. دوى اونۍ مخكې په لويديزو مطبوعاتو كې داخبره � �اووته چې كابل  اودهغه  امريكايي بډه حكومت ددې توان نه لري چې نور دې په دغه هيواد باندې خپل درواغجن حكومت ته دوام وركړي ، راځئ اول خوپه دغه ټكي وژاړو چې دغه حكومت خو پ� �ون امريكايانو دډالرو په زورجوړكړ اوهغه ته يې په درواغجن منطق سره دقانوينت بڼه هم وركړه ، خواوس يې بياولې په مطبوعاتوكې دانوې نخرې پسې را وايستې ؟ ددې لامل به څه وي ؟ كرزي خواركي لاپه سرټكونه خوله خلاصه كړې نه وه چې دامريكادباندنيوچارواودفاع وزيران دده دتسل په خاطركابل ته راوسيدل اوده ته يې دهندووانوپه وينا (جوټي تسلى ) وركړه چې ګواكي امريكايان دومره هم ببړني نه دي ، چې هرڅه بايد په يوه شپه كې حل كړي ، كرزې دتلويزيون پرمخ را څرګندشو، اوله خپلې لارښونكي (رايس )څخه يې په هغه درواغجنه تسلي چې ده ته يې دشونډو په سروركړه چې كه يې نه يي  بس همدا ته يې دسرپه سترګومننه وكړه. دافغانستان خلك په دغه اوسني پړاوكې له يوې سختې ستونزې سره مخامخ شوي او هغه داچې دوى فكركوي چې دكرزي اويارانوپه ټاكنو يې نه دين شو اوسادين په دې ماناچې دكرزي ترخولۍ هخوا خو خلكو امريكايي بي ۵۲ الوتكوته كتل اودې يې كتل چې شمالي ټلواله په ځم كه اتڼونه ورته كوي  اوبيا دوحشت اوداړمارۍ دوره راتكراروي له همدې امله يې دايې غوره وبلله چې ځه باباترهغه پاكسناني اوايراني ستم خودغه امريكايي كيداى شي يوڅه رحم اوعاطفه ولري ، خوپه دې نه يوهيدل چې هغه ستم كه  وينې ورتويولې نودغه ستم خو ان هډونه هم ور په درد كړل اوديوه بې علاجه ناسورپه توګه غاړې ته ورولويد. افغان ملت اوس اوس په دغه رمز باندې پوه شو ، چې په څه يوه ناانصافه اداره چې له بې ايمانۍ ، فساد اوجاسوسيوپرته نوره كومه وړتيانه لري په افغانستان كې مخامخ شوي يو. آخرڅومره وژنې ، اخ� �څومره درواغ ، اخرڅومره غولول اوپه پاى كې څومره ناانصافۍ  چې دغه ملت يې زغمي اوڅوم� �ه نارواوې چې  ددغه ملت په نامه ترسره كيږي ، دهيواد په جنوب كې پرله پسې وژني په خپله دهغه توپان ښكارندويې دي چې نورنو په دغه هيواد كې سراسري كيږي ، امريكا اوياران يې داسې فكركوي ، چې دتورې په زور به دوى وكولاى شي چې دغه توپان ارام كړي ،خو په علمي اوعملي توګه دايوخوب دى اويوپوچ خيال ، په دې چې دغه م� �ت پرون دځان په وړاندې شوروي سورپوځ چې په شميرتر دغو اوسنيو شريرو اوظالمو نړيوالوځواكونو زيات و تجربه كړل چې پايلي يې نړۍ له يوه څرګند بدلون سره مخامخ كړه ، اوس كه يوځل بيا امريكا ددې له پاره ليواله وي چې نړۍ بايد ديوبل نړيوال بدلون منګولو ته چې داځل به ددوى ككره په كې ماتيږي وسياري ، نوبيا دې په همدغه دمچيوپه ځاله (سر� �وړي افغانستان )باندې خپلوتيريوته دوام وركړي .اوكه له ليونتوب څخه كارنه اخلي اوپه انصاف سره  په رښتياهم په دغه هيواد كې دانسان دوستۍ پوښتنه ورسره وي ، نو بيا د رښتياوو ته غاړه كيږدي له افغان ملت سره داسې لاره ونيسي چې دهغې په ترڅ كې دغه ملت په سياسي ،  اقتصادي  اوپوځي لحاظ په سيمه كې دپوره خپلواكۍ احساس وكړي . ځكه چې افغانان په اوسنيوحالاتو كي همدغه څه غواړي اودهمدغه هدف له پاره دقربانۍ ډګرته هم راوتلي دي. نوربيا   ",امريکا : خندنۍ موسکا، خونړۍ امسا؟( شپږمه برخه) 4061,," نن سهار د كابل ښار جنوب پلو د بيني حصار په سيمه كي چاودنه ترسره سوه چي له امله يې يو تن مړ او دوه لارويان زخميان سول. د كابل د پوليسو د مشر عليشا پكتياوال په وينا پېښه هغه وخت رامنځته سوه چي پوليسو يو كرولا ډوله موټر ته د تلاښۍ په موخه د درېدو وويل، خو موټر بېله دې چي د پوليسو لپاره ودرېږي په ډېر سرعت تېر سو او وروسته وچاودېد. د نوموړي په وينا مړ سوى تن د موټر چلوونكى دى. پكتياوال زياتوي چي په زخميانو كي د يوه حال د اندېښنې وړ دى. ",په كابل كي چاودني يوه تن مړ او دوه زخمي كړل 4062,," ولسمشر كرزي د خپلي كابينې د پنځو پاتو وزيرانو نومونه اعلان كړل، چي وروسته به يې د منلو او نه منلو په اړه ولسي جرګه پرېكړه كوي. په نومول سوو كسانو كي عبدالكريم خرم د اطلاعات او كلتور د وزير په توګه، جليل شمس د اقتصاد د وزير په توګه، مېرمن حسن بانو غضنفر د ښځو د چارو د وزيري په توګه، ډاكټر  احسان جاويد د ټرانسپورټ د وزير په توګه او محمد امين فرهنګ د سوداګرۍ د وزير په توګه معرفي سوي دي. پاتې دي نه وي چي محمدامين فرهنګ يو ځل د ولسي جرګې له خوا رد سوى دى، خو اوس د دوهم ځل لپاره بيا وړاندي كېږي. ",ولسمشر كرزي د كابيني پنځه پاته وزيران معرفي كړل 4063,محمود نظری,"   محمود نظ� �ی     ستونه   ولاړم و کابل ته د هر لوری وه دعوتونه دوپيازی وی پلاونه د  غوښو  وه کبابونه   د هر لوری � �اتیرېدل ډک ډک قابونه لکه زړه خوږی چي راغلی وی له چینه   څلور خواوته می ناست وه نندارچیان هر یوه راته کول ستونه چا را کول قسمونه   په نس کی می رنګ رنګ سازونه سور شول کله یکه تازی او کله  به ګډ شول سازونه   ږغونه درباب وه هم تبله وه  هم د ویلون وڅکیدم شا ته راته کیښودل شول بالښتونه   له ځایه ولاړ ،بډی می ونغښتی تاو می کړه برېتونه د دستر خوان له پاسه می تشناب ته  ګړه ټوپونه   هلته بیا د موټر سایکلو لوبه  شوه پیل د کور خاوند بیا د نیکونو دغیرت کول نکلونه   یو ګړی د تلتک لاندی دمه شوم بیا چای ته راغلم په بریتو می واهل لاسونه   که زما منی مه منه د خلکو ستونه ، قسمونه په سفر کی د خپل زړه سره کوه مشو� �تونه   د اوبو بوتل په لاس کی د نشه کوه اکټونه و خوندورو خوړو ته ګوره د ماړه کوه چمونه   ",ستونه 4064,عبدالقديم پتيال," دا چي په دې وروستيو کي د لرغوني او تاريخي لوى کندهار په کلتوري حوزه کي امنيتي حالت ډېر خراب سوې دي او د ستونزو او کړاوونو ناتار جوړ دى ، ځکه نو د افغانستان د اسلامي جمهورى دولت جمهور رئيس حامد کرزى وغوښتل ، چي د دغه حوزې کلتوري استازي دليدني ، کتني له پاره ور وبولي ، عبدالقديم پتيال - کندهار د ولسمشر ښاغلى حامد کرزى سره د لرغوني او تاريخي لوي کندهار له کلتوري حوزي څخه د کندهار ، هلمند ، زابل او روزگان ولايتونو دکلتوري کړيو او سړيو  استازو په يوه اونۍ کي درې ځله ليدنه . دا چي په دې وروستيو کي د لرغوني او تاريخي لوى کندهار په کلتوري حوزه کي امنيتي حالت ډېر خراب سوې دي او د ستونزو او کړاوونو ناتار جوړ دى ، ځکه نو د افغانستان د اسلامي جمهورى دولت جمهور رئيس حامد کرزى وغوښتل ، چي د دغه حوزې کلتوري استازي دليدني ، کتني له پاره ور وبولي ، تر څو ددغو ستونزو په اړه يې د ف� �هنګيانو او فرهنګپالو نظر هم غوښتي وي  . د همدې موخې له پاره يې د لرغوني او تاريخي لوى کندهار له کلتوري ح وزې دکندهار ، هلمند ، زابل  او روزگان د ولايتونو څخه درې دېرش تنه کلتورى استازي هر يو ښاغلى ډاکټر طارق � �شاد ، عبدالنافع همت ، احمد وحيد سهاک ، سيداحمد قانع ، انجنېر عبدالطيف اشنا ، ډاکټر مامون طاهري ، يعقوب م جددي ، عبدالاحمد محمديار ، عبدالقديم پتيال ، واصل حنسيار ، رحمت الله قريشي ، بهزاد احمد سرپاس ،سيد حبيب الله روحاني ، حبيب الله قلم مل ، عبدالکريم هوتک ، نجيب الله هوتکي ، ډاکټر تاج ، عبدالستار ستوري ، محمد اسماعيل شرعيت يار ، عبدالودود هجران ، بريالي هلمند ، شريف الله دوست ، حبيب گل ستانيزي ، انجنير عبدالبشير ، هدايت الله فيضي ، بشير احمد فيضان ، شېر محمد ټکور ، سيد احمد حيران ، دواخان مينه پال ، سعيد زابلي ، گلزار او کلاتوال له ولسمشر حامد کرزي سره دليدولو له پاره ټاکل سوې وه .د دغه درې دېريش کسيز پلاوي له پاره ښاغلي ډاکټر طارق رشاد مشر او ښاغلي عبدالقديم پتيال منشي ټاکل سوي و او دغه درې دېرش کسيز پلاوي در وان ميلادي کال د جوزا د مياشتي  پر يو دېرشمه نېټه دچهارشنبې په ورځ له کندهار څخه دکابل په لور و خوځېد.دپورتنۍ نېټې په م اښام په کابل کي د دغه دېرش کسيز پلاوي له خوا دهر يوه د نظر پوښتلو او غوښتلو په اړه يوه غوڼده وسوه چي له ښاغلي ولسمشر کزري سره بايد پر کومو کومو موضوعاتو بحث وسي ، څو په دغه غونډه کي پرېکړه وسوه چي له ښاغلي و� �سمشر کرزي سره به زموږ ليدنه پر څلورو اړخونو ( امنيتي ستونزو، سياسي او اداري ستونزو ، اقتصادي ستونزو ، ټولنيزو او کلتوري ستونزو ) باندي راچورلي او د دغو ستونزو په اړه له هر يوه بېل _ بېل نظرونه وغوښتل سول او ټو� �ه په يوسلو اوه (١٠٧ ) مادو کي سره توحيد کړه سوه ، پر دغو ستونزو له سره د پلاوي له خوا دوهمه غونډه وسوه او د ستونزو تر څنګ  يې د دستونزو د حل پر لارو چارو باندي هم خبري وکړې ، پر دې سربېره د دې له پاره چي له ولسمشر ک� �زي سره دليدني په وخت کي د ټولو د مشرتر خبرو وروسته د ولايتونو په سطح بايد څوک خبري وکړي ، نو ښاغلي انجنير اشنا ، شريعت يار ، محمديار ، ستانيزې او گلزار وټاکل سول او دوى به هغه وخت د ځينو نورو ځنګزونو خبرو او پوښتنو  پر مهال ږغيدلاي ، چي د دغه پلاوي د مشر له خوا ليکلي ستونزي او دهغو د حل لاري لوستل سوي واي . دغه پلاوي دچنگاښ دمياشتي پر دريمه نېټه د غرمې پر يوه بجه په ارگ کي تر لمانځه او ډوډۍ وروسته له ښاغلي ولسمشر ک� �زي سره د يوه ساعت او پنځلسو دقيقو له پاره غونډه وکړه .له ښاغلي ولسمشر سره د کلتوري استازو له لوري پر دې بحث وسو ، چي په افغانستان کي او ځانګړي ډول د لرغوني او تاريخي لوى کندهار په کلتوري حوزه کي په کوم علت ستونزي را منځ ته سوې دي او د هغو دحل لاري څه دي . ښاغلي ولسمشر کرزى دا ومنل چي واقعاً د لوى کندهار په تاريخي حوزي کي زياتي ستونزي موجودي دي او په دې کي تر ټولو مهمه د امنيت مسئله ده او د ښه امنيت دنستوالي له امله نو� �ي راز _ راز ستونزي رازيږيدلي دي ، دوي دخپلو خبرو په لړ کي زياته کړه چي که امنيت موجود نه وي ، نو هلته به څ نګه يو کلينيک ولرو ، هلته به موږ څنګه و کولاى سو چي يو ساختماني کار ترسره کړو ، هلته به څنګه امکان ولري چي خلګ دي ښوونځى ولري او .......ښاغلي ولسمشر کرزى ته وويل سوه چي په دولت کي قضايي او عدلي سيسټم ډېر کمزرى دي ، دوى  د دې نيوکي په وړاندي زياته کړه چي زه ستاسو سره بلکل موافق يم چي عدلي او قضايي سيسټم نيمګړتياوي او کمزورۍ لري ، خو اوس موږ نوي قاضي القضات ټاکلي دي ، په عدلي او قضايي اړ خونو کي مو بدلونونه راوستلې دي او � �اډ درکولاى سم چي په راتلونکي کي به افغانستان يو ښه عدلي او قضايي سيسټم ولري.د دې نيوکي په جواب کي چي دغ� �طو اطلاعاتو او معلوماتو له وجي شکنجه او ځورول کيږي ، ښاغلي کرزى  وويل چي زه دې مسئلې ته ډېر جدي پام کوم او په دې وروستيو کي ماته هم په دغه باب اطلاعات راغلي دي چي په ځينو سيمو کي بېګناه او پاک خلګ دناسمو اط� �اعاتو له مخي زندان ته لويږي او شکنجې ورکول کيږي او دا داستخباراتو سخته کمزرى گڼل کيږي و خو تاسو باور وکړئ چي زه په دغه اړه ډېر ټېنګ ګامونه اخلم او د تر خپله وسه پوري به هڅه کوم چي افغانستان يوه ښه او فعاله استخبا� �اتي شبکه ولري .ښاغلي ولسمشرکرزى د يوې بلي نيوکي په ځواب کي وويل چي واقعاً تر ضوابطو روابطو ته ترجيع و� �کول کيږي او له دې سره په څنګ کي قبيلوي مصلحتونه هم هغه څه دي چي دولتي يې له خنډ او ستونزو سره مخامخ کړي دي . د يوې بلي نيوکي په جواب کي ښاغلي کرزى وويل چي ما هم دا حس کړې ده چي ځينو ولاياتو ته خپل پوره حقوق نه ورکول کيږي او دغه مشکل دي چي په ځينو ولايتونو کى نا ارامۍ رامنځ ته سوې دي .ښاغلي کرزى دخپلو خبرو په لړ کي وويل چي افغانستان ته ډېر خطر ات متوجه دي او هم په داسي نازکو او حساسو حالاتو کي چي په داخل کي هم سور اور بل دي ، دوي زياته کړه چي زه يوه لويه پوښتنه لرم چي ولي په نوره نړۍ کي ښوونځى نه سوځول کيږي ؟ په هر ملک کي نجوني او هلکان مجبوره دي چي بايد ښوونځى ته ولاړ سي ، مګر يوازي  دا بدبختي افغانستان ته راغلې ده او ځيني اشخاص نه پرېږدي چي زموږ ملک بايد ښوونځي او پوهنتونونه ولري .ښاغلي کرزى وويل چي نن ورځ دنيا زموږ سره ځکه په جنجال کي ده ، چي موږ ويلي دي چي طالبان دافغانستان خلک دي او له دوى سره بايد له بېلي پاليسۍ او تګلارۍ څخه کار واخستل سي، دوى زياته کړه چي دافغانستان په ډېرو داخلي چارو کي هم بربنډه لا سوهنه کيږي او په دې لاسوهنو کي تر ټولو غټه برخه د پاکستان ده او نړۍ ته ما ويلي هم دي چي پاکستان ،خلک راته روزى او بيا يې افغانستان ته را استوي ، بم � �اته په چوي، ځانمرګي بريدونه راته په کوي ، ملي پوځ او ملي پوليس مو په راوژني او امنيت ته ستر گواښ جوړوي . دوي وويل چي ما دنيا ته ويلي دي چي په دې اړه يو جدي او ډېر ژر اقدام وکړي .ښاغلي کرزى ديوې بلي نيوکي په جواب کي وويل چي خلک نه دي پوهيدلي او ګومان کوي چي زه بيرته توپکسلاري را ژوندي او پياوړې کوم ، بلکي زه د ولس له م نځه ، د کليو له منځه او د لسواليو له منځه ځوانان راپورته کوم ، هغو ته به په امنيتي او پوليسي چاروکي روزني و� �کول کيږي اوسبا به يو تګړه افسر او پوليس ځيني جوړيږي، زه نه توپکسلاران بيرته د واک تر ګدۍ رسوم ، نه ملېشي جوړوم او نه هم قومي کنډکونه.ښاغلي کرزى وويل چي دا به ومنو چي اداره دمصلحتونو پر اساس جوړه سوې ده ، مګر دابه هم ومنو چي په دغه اړخ کي ډېر سخت مجبورتونه ول او د خاص مصلحت له مخي دغه کار سوى دى ، خو بيا هم افغانستان په دې څو کلونو کي ډيري او ښه لاسه ته راړني لرلې ، تحول راغلي دي ، مګر حالاته نه دي سم سوي ، موږ به نه وايو چي بدلون نه دي راغلي ، بلکي د ا به وايو چي ډېر مثبت تحول راغلي دي ، مګر دابه بيا هم سره منو چي حالات نه دي سم سوى .    ښاغلي کرزي د دې پوښتني په جواب کي چي ولي دلوى کندهار په کلتورى حوزه کي د ملي پو� �يسو شمېر کم دي ، وويل چي زه يو نيم کال تر مخه د دنيا سره کښيناستم چي زموږ سره دا مرسته وکړى ، چي په هغه باندي دکندهار او هلمند په ټولو ولسواليو کي پوليس زيات کړو او دا دي اوس په دې وروستيو کي دا غوښتنه منل سوې ده او موږ به له دوي څخه پيسې اخلو ، څو په هغه سره پوليس اضافه کړل سي.د دغي غونډي په پاى کي ښاغلي کرزى په ټينګار سره وويل چي تاسو فرهنګيان بايد بيا هم راسئ او مجلس راسره وکړئ ، ځکه زه ډېر لېواله يم چي دسهيل لويديځ زون له فرهنګي استازو څخه د امنيتي ستونزو په باب نوي څه اورم .له ولسمشر کرزى سره تر لومړۍ ليدني وروسته دف� �هنګي پلاوي له خوا د همدي ورځي په ماښام بيا غونډه تر سره سوه او پر دې باندي د ټولو استازو نظرونه واخستل سول چي له ولسمشر سره د دوهمي غونډي له پاره بايد پر کومو ټکو بحث وسي ، څو دټولو په رايه يوازي امنيتي ستونزي وي چي نوري په سوونو او زرګوونو ستونزي ځيني زيږي ، ځکه نو دابه ډېره مهمه وي چي له ښاغلي ولسمشر سره دا ځل يوازي پر امنيتي ستونزو او دهغو د حل پر لارو خبري اتري وسي ، بيا نو په ترتيب سره د امنيتي ستونزو په اړه هر استازي خپل نظرونه ورکړل او پر هر نظر د برخوالو له لوري بحث وسو ، تر څو د دغي غونډي په پاى کي په اووه څلويښت مادو کي د امنيتى ستونزو دحل لاري وڅېړل سوې همدارنګه د دې ليدني له پاره هم د پلاوي د مشر له خوا د ليکلو وړانديزونو تر لوستلو وروسته د نورو خبرو او پو ښتنو له پاره ښاغلي عبدالنافع همت ، دواخان مينه پال ، بريالي هلمند او عطا الله تاج وټاکل سول.دچنګاښ د مياشتي پر پنځمه نېټه د مازدېګر پر پنځو بجو بيا په ارګ کي د و لسم� �ر کرزى سره د دوهم ځل له پاره د امنيتي ستونزو او دهغو د حل د لارو په اړه دوه ساعته غونډه وسوه او په دې ليدنه کي ښاغلي ولسمشر ډېر هغه څه بيان کړل چي تر اوسه د مطبوعاتو ډګر ته نه وه راوتلي.ښاغلي کرزى وويل چي زه د ف� �هنګي استازو څخه ځکه ډيره خوښي څرگندوم چي دوى نن ماته هغه خبري کوي ، چي زما په زړه کي دي او په اصطلاح ته وا زما له زړه او ذهنه راځي ، ده وويل چي د ا واقعيت دي چي ځيني دولتي کسان خپله قبيله د سپر په توګه کاوري او دغه � �امل دي چي د دولت په دننه کي هم اداري فساد خپل اوج ته رسيدلى دى ، هم پر دولت بې باورۍ رامنځته سوي دي ، هم  د ولس او دولت تر منځ يو لوى واټن ايجاد سوى دى او هم په امنيتي برخه کي ستونزي راولاړي سوي دي.د فرهنګي پلاوي له لوري ښاغلي کرزي ته وويل سوه چي دنړيوالو ځواکونو له لوري دي دپولو ساتنه وسي، ملي پوځ او ملي پوليس دي په عصري وسايلو سمبال او د عملياتو په چارو کي دي لازم واک ورکړه سي ، په دولتي کليدي چارو کي دي اهل او وړ کسان وګمارل سي ، له مخالفو ډلوسره دي دقبيلوي مشرانو له لاري خبري اتري وسي ، قومي نا انډولي دي له منځه ولاړه سي ، د دې خبري سپيناوي دي وسي چي د دولت له مخاليفيونو سره بهرني ځواکونه اړيکي نه لري ، بهرني ځواکونه دي دملي پوځ او ملي پوليسو په چاروکي لاسوهنه نه کوي ، د ملي پخلايني پروګرام دي د هغه چا پر لاس مخته بوتلل سي چي له طا� �بانو سره نږدي اړيکي ولري ، ټولو طالبانو ته دي د دښمن په سترګه نه کتل کيږي ، بهرني ځواکونه بايد په افغانستان کي دوه مخې تګلاره ونه لري، ملي پوځ او ملي پوليس دي له ژبنيوتعصبونو څخه لاس واخلي ، ملي پوليس او استخبارات دي په ملي روحيه وروزل سي ،د ملي ستراتيژۍ په پلي کولو کي دي اداره له ګټورو تاکتيکونو څخه کار واخلي ، په اداري فساد کي ښکيل لوړ رتبه کسان دي محاکمي ته راکش کړه سي ، له طالبانو سره دي اړيکي ټينګي او ام تيازيات ورکړه سي ، په ملي پوځ او ملي پوليسو کي دي نظم او ډسپلين رامنځته سي او ....، ښاغلي کرزى پر دغو وړانديزونو په تفصيل سره وږغيد او ويې ويل چي زه په دې کي څه نه وايم چي دا خبري به حقيقت ونه لري ، بلکي پر دغو خبرو ما يو نيم کال وړاندي فکر کړي دي او اوس به هم هڅه وکړم چي په نه ستړي کېدونکي ډول خپلو کوښښونو او ت� �اښونو ته دوام ورکړم.ښاغلي کرزى وويل دا چي خلک دا  ګومان کوي چي بهرني ځواکونه به له طالبانو سره جوړ وي ، زه ځکه دا خبره نه تاييدوم چي بهرنيان غواړي چي دلته سوله رامنځته کړي او تروريزم له منځه يوسي ، نو دا څنګه امکان لري چي دوي دي بيا له طالبانو سره پټ لاس ولري ، دا امکان لري چي پاکستان به طالبانو ته وايي  چي پام کوئ دبهرنيانو پر ټانګ  او موټر د راکټ وارى ونه کړئ او په دې سره به غواړي چي ولس پر بهرنيانو او دولت بې باوره کړي.د دې نيوکي په جواب چي دولت په نامه طالب پريږدي چي په خپله خوښه خپل ژوند ته ادامه ورکړي ، ښاغلي کرزى وويل چي زه دا کار په کلکه غندم او دا به ښايي په دولت کي د دولت مخاليفين وي چي غواړي افغانان له خپل دولت ناهيلي او خواتوري کړي ، ده زياته کړه چي طالبان خو د افغانستان خلک دي ، دا به سمه وي چي دوي يوه لويه غلطي وکړه او زه په خپله دطالبانو په بنسټ ايښوونکو کي شميرل کيږم ، ملاګل اخوند ، ملايار محمد اخوند او ځيني نور کسان هم وه ، موږ خبري سره وکړلې او ورته و مو ويل چي واک يې ستاسو په لاس کي ، مګر دولتي چاري تعليم يافته قشر ته وسپارئ ، خو دوى د چا خبره نه منله او پر خپل سر يې زور ؤ ، څو درسته نړۍ يې ځانته وکاروله او لوى _ لوى ا� �تباهات او جرمونه يې وکړل .ښاغلي کرزى دا هم وويل چي هغه غله چي پاکستان بنديان کړي وه ، اوس يې پر افغانستان را ايله کړيدي او داسي جنايتونه په تر سره کوي ، چي افغان دولت او ولس ته د هرى لاري په زيان تماميږي . دوى وويل آى اېس آى موږ په هيڅ ګون نه پريږدي او په هره لار چي کيږي ، غواړي چي په افغانستان کي د جنګ لمبې همداسي بلي وساتي . دوى وويل چي که دا سبا زه دهند سفارت ، کونسلګرۍ او هندى کمپنۍ په ملکه په دې خاطر پسې واخلم چي پاکستان به نور لاسوهنه نه وکړي ، مګر بيا به هم پاکستان راته وايي چي يوه دا دډيورنډمسئله خو لا زما په ګټه را سره حل کړه ، زه به دا هم ورسره ومنم ، مګر بيا به هم په وطن کي بم راته چوي ، زه به ورته وايم چي هغه دي ټول شايط مي د� �سره ومنل ، نور څه غواړې، دې به راته وايي چي نور نو دا درست ملک راپرېږده.ښاغلي کرزى وويل چي زه به له هر چا سره هر څه ومنم ، خو يوه لويشت خاوره به د چا په واک کي ورنه کړم او هيڅکله به د وطن پروش نوم پر ځان ونه منم .تر دغه ليندنې وروسته بيا هم ښاغلي کرزى په ډېر ټينګار سره فرهنګي استازي دې ته اړ ايستل چي بايد په هغه غون� �ه کي هم برخه واخلي چي دسهيل لويديځ زون دقومي مشرانو ، جهادي اشخاصو ، دولتي چارواکو او ولايتي شوراګانو له استازو څخه تشکيليږي ، څو دغه غونډي ته هم دسهيل لويديځ زون فرهنګي پلاوي د امنيت د ښه والي په توسن په  څلې� �ويشت  مادو کي خپل وړانديزونه وسپارل .په دغه غونډه کي ښاغلي جمهور رئيس حامد کرزى وويل چي غواړو د افغانستان  د ولس استازي د پاکستان له ولسي استازو سره خبري اتري او جرګې او مشورې ولري ، څو ګوندي وي چي له ولسي لاري دپاکستان دغه اوسنۍ لاسوهنه شنډه کړو .ده زياته کړه چي دتروريزم پر خلاف جګړې کي تر ټولو افغانستان خوږ دي او تر ټولو ډېر زيان افغانستان او افغانانو وړي دي ، خو ټوله دونيا راسره همکاره ده يوازي مو نه پريږدي .په دغه غونډه کي تر ګډون وروسته فرهنګي پلاوي بيرته تر خپلو ځايونو راستون سول .   --------------------------------------------------------------------------------   ولسمشر سره د لومړى غونډى وړانديزونه چي د پلاوي د مشر له خوا ولوستل سوه: د لرغوني او تاريخي � �وى کندهار د کلتوري حوزې څخه دکندهار ،زابل ، هلمند او اورزګان ولايتونو د کلتورى کړيو او سړيو د استازو وړانديزونه",له ولسمشر کرزي سره په يوه اونۍ کي درې ځله ليدنه 4065,," د هلمند ولايت دګرمسېر ولسوالي چي تېره مياشت يو ځل د طالبانو لاس ته ورغلې وه، اوس بيا د نويو جګړو ډګر ګرځېدلى دى، د ايتلافي ځواكونو په يوه خبر پاڼه كي راغلي چي په ګرمسېر كي يې پرون او نن پرله پسې جګړې كړي او د عملياتو په ترڅ كي يې ۱۸ طالبان وژلي او څلور زخميان دي، د هلمند ولايت امنيه كومندان جنرال نبي ملاخېل وايي چي په وژل سويو طالبانو كي دوه تنه بهرنيان دي. د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چي طالبانو ته هيڅ زيان ن دى رسېدلى، وژل سوي كسان ټول ملكي وګړي دي.دا په داسي حال كي ده چي پرون د هلمند ولايت په موسى كلا ولسوالي كي له طالبانو سره په جګړه كي د ناټو ځواكونو ۳ برېتانوي سرتيري مړه او يو زخمي سو. ",چارواكي وايي د ګرمسېر په جګړه كي يې ۱۸ طالبان وژلي 4066,,"   افغان پوليسو اووه تنې چناياني د كابل له يو هوټل څخه نيولي او نن يې له افغانستان څخه يې و ايستلې. دغه ښځي د بدلمنۍ، شرابو او غير اخلاقي كړنو له امله له وشړل سوې. دا څووم ځل دى چي له افغانستان څخه چينايي ښځي د غير اخلاقي كړنو له امله ايستل كېږي. ",اووه تنې چيناياني د بد لمنۍ په خاطر و شړل سوې 4067,," د عراق ولسمشر جلال طلباني په خپل هيواد كي د امنيت د ټينګښت په اړه نوى پلان اعلان كړ، طلباني يوې خبري غونډي ته د وينا پر مهال وويل چي د ۲۰۰۶ م كال تر پايه به يې د هيواد په ټولو ولايتونو او ليرو پرتو سيمو كي د عراق پوځ او پوليس د امنيت واګي ترلاسه كړي. نوموړي دا خب� �ي په داسي حال كي كولې چي تر دې يوه ورځ دمخه په بغداد كي يوې درنې چاودني ۵۰ تنه ووژل چي ډېرى يې ع� �اقي پوليس او پوځيان وه. ",د عراق ولسمشر د امنيت په اړه نوى پلان اعلان كړ 4068,صديق الله بدر، كابل," پس له مودونه نن شپهپاس د اسمان په سينه د ښكلو ستورو منځ كې دا تل په لا� �ه انتظارې سترګې له مينې ډكې د نظرشونډې مې په ورېدو ورېدو د سپوږمۍ سپېنې ښكلااناري سره اننګي په م ينه مينه ښكل كړلچې بيا په همدې خوندونوجوټې د خوب راغلې پرېاو په شيبه شيبه كې پټې شولېسهار چې پاڅ يدلمپاس مې اسمان چې وكوتپه كې مې ونه لېدې هغه د ستورو جلګې هغه ښكلا او هغه سره اننګي. خو زه په دې پوه نه شومچې ته مې خيال ته راغلېجفا مې ياده شوه ستا.خو نه،زه وپوهيدم:چې تا ښكلا لرله او نازېدې په هغې سپوږمۍ هم ښكلې ده لاښايي هغه هم ناز وكړي نوراوله همدې نه خو زه                    پوه شومه چې: ښكلا د ناز نامه ده په كې وفا نشته ده. ",ښكلا 4069,حبيب الله غمخور - سويډن," 26.7.2006 Afghanistan.ru ژباړونکی : حبيب الله  غمخور   دکابل ښاريان دهغوڅومنزله ماڼيو دجوړيدو سره مخالفت ښکاره کوي کوم چې د ښاري او تعميراتي مقرراتو په نظر کې نه نيولو سره پر خپل سرجوړېږې  .   دطالبانو درژيم ترړنگېدو وروسته په کابل او دهيوادپه نورو ښاروکې دڅو پوړېزه ماڼيو جوړېدل پيل شوېدي ، څلور يا پنځه پوړېزه شخصي قصرونه ، څومنزله سوپرمارکيټونه ،تجارتي مرکزونه او هوټلونه دي چي يوپه بل پسي جوړيږي . داماڼۍ په هغو سيمو کي جوړېږي کوم چي دولتي ملکيت دی .دافغاني م تخصصينو اوتعميراتي کارپوهانو له نظره دغه څوپوړېزه نوي جوړي شوي ماڼۍ به  ديوې ډيري عادي او وړې زلزلې په پايله کې له خاورو سره برابر ي شي ،په دغه صورت کې دا طبعي  خبره ده چې ددغه ډول خپل سره تعميراتو جوړيدل دکابل ښاريانو ژوند له جدي خطراوگواښ سره مخامخ کړی دی   . څرنگه چې دوی دا تعم يرونه داروپايي ستندرت له مخي جوړوي ،مگر دسيمي شرايط ته چې دلته زلزلې امکانات ډير شته په نظرکې نه نيسي .  دکابل ښاروال ډاکتر نورزاد دالمان ږغ د راډيو له خبرنگارسره په مرکه کې دکابل په ښار کې دخپل سره لوړ پوړېزو ماڼيو دجوړېدوپه هکله دښاريانو گوت نيونه او اندېښنې تايد کړې او دايې  ومنله ،چې دښاريانو شکايتونه ورته رسېږې . ښاغلي  ډاکتر نورزاد  دکابل ښاريانودا شکايتونه چې اکثرأ دهغوڅوپوړېزو ودانيو دجوړولو په اړه کيږي کوم چې دتجارتي مرکزونو او هوټلونو لپار جوړېږي  پرځاي وبلل  .  هغه وويل : دغه ماڼۍ زموږ دتعميراتي او ساختماني ستندرت مطابق نه دي ، داډيرخطر ناک تعميرونه دي  ،دابايد په نظر کي ولرو چي افغانستان دزلزلوپه خطر ناکه زون کي واقع دﺉ په هغه سيمه کې قرار لري چې دزلزلو له خطر سره مخا مخ دی ،او تل زلزلي پکښي کيږې . دلته دڅوپوړېزو بې کيفيته م اڼيو جوړول منع دي . خوددغه ممانعت سره ، بيا هم متاسفانه د وسلوالو قوماندانانو اوهغو افرادو لخوا کوم چې دافغانستان په دولت کې لوړمقامونه لري دداډول غيري قانوني تعميرو جوړول دوام لري . دکابل ښاروال نورزاد وايي موږ نشو کولای ددوی مخه ونيسو،ياددغه روند په مقابل کې اخلال وارد کړو. افغاني انجينران داتايدوي چي دنووماڼيو په جوړولو کښي دبې کيفيته پاکستاني اوايراني سمينټو او ساختماني موادوڅخه کاراخستل کيږي .له بلي خوا داتعميرونه  دښارجوړولو دادارې اوکابل ښاروالۍ له اجازي پرته پر خپل سر جوړېږې . دکندهار دښاروالي ساختماني  انجينر غلام يحيی وايي : په کندهار کي زياتي دولتي او حتا شخصې مځکې دوسلوالو قوم اندانانو لخوا غصب شوي دي .  دکابل ښاروال وويل  : هغه څوځله وړانديزکړئ چې دنوجوړو شوماڼيو دتخنيکي ارزوني � �پاره دی  يو صلاحيت لرونکی مسلکي کميسيون جوړشي .  هغه وايي ددغه وړانديز په  جواب  کې دافغانستان دملي دفاع پخواني وزير لخوا چې دغه نويو جوړشويو تماڼيو زياته برخه په هغه پوري اړه لري د اخطار په ډول راته وويل شوه : چي نور پدغو کارو کې مداخله مه کوه . بايد څرگنده شي چې دښار په ډير م� �هورځای کي لکه وزير اکبرخان مېنه همدا اوس دڅوپوړيزو ماڼيو جوړول دوام لري، ويل کيږي چي دجوړيدو مصرف يې ددو� �تي  جگپوړو کسانو لخوا ورکول کيږي . دژباړونکی تبصره : ويل کيږ ي چي دکابل په ښا ر کي دژونددمساعدو اوښو شرايطو له مخي نږدې څلور ميليونه افغانان  ژوند کوې  . والله عالم په حقيقت کې دغه کسان چې اوس دکابل ښاريانو دنوم وياړ لري  ،غوڅ اکثريت هغه بې کوره او ‌بې اوره خلک دي چې يا خودکرزي صاحب اوملگروملتودکډوالو دسازمان په تبليغاتو وغولېدل فکر يي وکړ تر ږيره ورو ايراني وحشي پوليسو اوپاکستاني تورلينگيو اوالدارو نه به رښتيا هم په افغانستان کې ددوي سره انساني برخورد وشي چې متاسفانه  ونشو،نه يوازي دوی بلکي ټول افغان ملت تر اوسه ځان غولېدلی بولي ،بل هغه ډله خلک دي چي په ولاياتو کي په ځانگړې توگه شمال کې ،دمقاومت،نظار ،جنبش  اوعجيبو غريبو غولونکو نومونو لرونکو سازمانو پدي نامه چې تاسو دطالبانو پلويان واست هرڅه ځيني واخيستل ،داچي مړه يې کړه خو غم يې بغم شو،داچې ژوندي پاته شوه لاره ځيني ورکه او اړشوه کابل ته دغريبۍ لپاره راشي ،همدا دليل دی چي اوس په کابل کې تر مېږيانو انسانان ډيردی . په کابل کي دتنظيمو ،بانډو اوپوځي ډلومشرانوهم هر څه خپل غنيمت وبلل ،که ځای وړ يانه و،داځل يې د1992کال په څير دخلکودوژني پرځای ،ځکه له امريکايانو اواروپايانو څخه ويرېدل ددولتي اوشخصې مځکواوکورونوپه غصب اوترلاسه کولو پيل وکړ  . دخلکوکورونه يې پر خپل سردخپلو خپلوانو په نومونو له سره قباله کړل ، دقوماندانانوتر منځ دښار په څلورلارو ،وړو کوڅو او ميدانوکښي داسمان خرا� �ه اروپايي ډوله تعميرونواو سوپر مارکيټونودجوړولو مسابقه پيل شوه . دخندا وړده ،خلک د� �وږې مري داښاغلي ورته سوپر ماکيټونه او پنځه ستوري هوټلونه جوړوي ،چي اوس يې دکورنيو اوبهرنیوچارووزارتونه دبداخلاقه ښځو په شړلو اوله هيواده ايستلو ستړې شوه .   ولي دکابل زياته برخه يوازي دشمال ايتلاف په واک کې و� �وېده؟ دليل يې داو چې هغوی که موپه ياد وي دامريکايانود هوايي الوتکوتر سيوري � �اندي  تر بل هر تنظيم دمخه کابل ته  راورسيدل ،ځکه يې په هغه لومړۍ ورځ لکه ماشومان چي پر مځکه په بازيو کي  دنياگۍ جوړوي اوخطونه باسي راباسي ،شم الي ټلوالي اومارشال صاحب فهيم پدې پوهېدل چي ممکن امريکا  يې تر ډيره ونه ساتي ښه داده چې اقتصادي توښه ولري ، لومړئ  يې پر دولتي ادارو، خوهغه دخپلو پلويانو لپاره اوپه دوهمه مرحله کي يې دچانولپاره  دکابل دښاردننه اوتر هغه دباندي پر مځکو او کوڅو خط راتاو کړ. ځکه ډاکتر صاحب نورزاد ته يې ويلې وه :  پدغو کاروکي مداخله مه کوه . هغه پوه � �و چې دا ډبره نشي پرته کولای مچ يې کړه او پر ځای يې کښېښوده ،ښه به داوي که دهغه نه نور چارواکي هم عبرت واخلي ، هغه ډبره چې نشي پورته کولاي مچ يي کړې او پرځاي يې بيرته کښېږدي . دکابل په ښارکي دپر خپل سره څوپوړيزو ماڼيودجوړيدوپه هکله څو څو ځله دکابل ښاريانوددې په خاطر چي ژوند يې دمرگ له گواښ سره مخامخ دی  شکايتونه کړي  ولي داورېدونکو اوپرېکړه کوونکوغوږونه کاڼه دي .  مارشال صاحب  پر حق دی  فکر کوم هغه به هم يوازي نه وي ،نورغښتلې اوپهلوانان هم شته . هغه ځکه ويلې وه چې په دې شيانو کي گوتي مه وهه ،ځکه م� �کيت ته يې  ضرر رسېده  . ولي سوال دادی چي ، په  کابل کي جمهور رئيس ،دحکومت کابينه ،قضا ،پارلمان  يعني ددولت درې گوني قوواوي ژوند اوکارکوي  او ددوی خپلوان به هم هرومروپه همدغه ښار کي اوسې ؟ يابه داوي چي ددولتي ،پارلماني اوقضايي قوا دچارواکوخپلوان اودفاميل غړي په داسي مسؤنوځايو کې ژوند کوي که خدای مکړه په کابل ښارکې زلزله وشي يوازي غريب خلک به يې قربانيان وي  . دهغوی لپاره دمايوسۍ داعلان اويوه ورځ نيم ځوړنده بيرغ  ځړول کفايت کوي ،طبعي ده چې دغريبوپه مرگ جگپوړي نه خپه کيږي  . اوکه داسي نه وي نو ولي دغه ډله ايزم� �گ اوژوبلي ته په خپله دروازه پرانيزې ؟ ښاغلی ولسمشر ! که داسي پېښه وشوه ، ځکه په کابل کې زلزلې معمولأ کيږي  ،دکورجوړولوانجينران  اوکابل ښاروال خوسرله همدا اوس په وازه خوله ناري وهې  چې عادي زلز� �ه به په زرهاو تلفات ولري ،ښاربه په کنډواله بدل شي ،دغه مرگ ژوبلي ته به څه نوم ټاکي ؟ د� �ته به کوم بېچاره نجار اوبنا ملامت راباسی ،  ځکه داخو ترينکوټ ،چو� �ه ،پنجوايي  نوزاد ،ناوه ارغسان اودزابل ياپکتيا اوپکتيکاولسوالۍ نه دي چي وواياست طالبان  په کليو ياښارو ننوتلي وه ځکه هر څه وران شوه  . فکر وکړﺉ ! پرملت رحم وکړﺉ !  دکابل بېگناه خلک تر دولتي واک مه قربانوﺉ  . دکابل ښا� �يان  دلته بيچاره پراته کونډي اورنډي ،ماشومان  او يتيمان دجنگسالاروداقتصادي گټو دوژونکو منگولوڅخه وژغورﺉ  . وړانديز  مي ددولت په درې گونې قواکې هر هغه دسالم وجدان څښتن ته ،دسياسي گوندونو مشرانوته تاسو ولي اودڅه لپاره دولس  پر ژوبلېدو خوند اخلی اودزورونې ننداره يې کوﺉ ،آخير داخوهم انسانان دي  ؟ که داسي نه ده په هر شکل چي کيږي ژر تر ژره  دعلمي صلاحيت لرونکي مسلکي  کميسيون له خواچې  په هغه کې  دپارلما ن  ، قضايي قوا ،آزادوم طبوعاتو اوخپلواکو سياسي گوندونو استازي  دنظارت کوونکو په ډول گډون ولري جوړ او دکابل په ښارکي دټولو خپل سره ماڼيوجدي اوتخنيکي کنترول دي تر سره شي . دقوماندانانو اوزورواکانو تر منځ  دجگپوړواو خپل سروماڼيودجوړولو مسابقي ته دي دپای ټکی کښېښودل شي .  لوی څښتن دي په خپل فضل اوکرم دې مظلوم ولس ته نجات ورکړي . امين     ",دقوماندان ماڼۍ ( دحبيب الله غمخور ژباړه) 4070,ميرويس جلالزې,"   د ناټو ځواکو دا سرتيري چې د هالند هيواد وګړي وو د پنجشنبي په ورځ سهار کله چې يې د کندهار په ښار کي ګزمه کوله موټر يي د څړک  د غاړي له ماين سره مخامخ شو او وچاوديد . په دي پيښه کي د ايساف د قواوو د وياندويانو په قول يو بل عسکر ټپونه اخيستي.په داسي حال کې چې ناټو د افغانستان د سويل کنترول له دريو ورځو راپدي خواه په رسمي ډول له ايتلافي قواوو تر لاسه کړي دا د دي تړون څلورم سرتيري ده چې وژل کيږئ. ",ناټو خپل څلورم سرتيري په افغانستان کې له لاسه ورکړ 4071,ميرويس جلالزې,"   د هلمند ولايت پوليس وايي د چهارشنبي د ورځي له ورستيو شيبو را په دي خوا يې ١٠ تنه طالب اورپکي د ګرمسير په ولسوالي کي کومه چې يو ځل د مخالفو لاس ته ورغلي وه وژلي او اوس هم عمليات په هغو غرونو کي روان دي چې د پاکستان پولي ته څيرمه پراته دي. په دي عملياتو کې چي د افغانستان د ملي پوځيانو له خوا پر مخ بيول کيږي د ناټو قواوي هم ملاتړي رول لري. ",د ګرمسير غرونه نا کراره دي 4072,ميرويس جلالزې,"   په هغه بيان کې چې د پنجشنبي په ورځ د امريکا د دفاع چارو وزارت (پنتاګون ) له خوا خپور شوي � �اغلي چې دا سرتيري دي پوځ د بيلابيلو لواوو لکه هوايي  ، ځمکني، او  توپچي پوري اړوند دي. ويل شوي چې دا سرتيري به د روان ميلادي کال تر ورستيو پوري په افغانستان کې ځآي پر ځاي شي او د سرتيرو د ليږلو پلان به له افغانستان سره د امريکا دمتحده ايالاتونو لا ټينګه ژمنتيا وښيي. د امريکا د دفاع وزارت له دي څخه مخکي اعلام کړي وو چې په افغانستان کي به د خپلو ٢٢٠٠٠ ميشته سرتيريو څخه ٣٠٠ تنه کم کړي .   ",امريکا افغانستان ته ١١٠٠٠ نوي سرتيري استوي 4073,ميرويس جلالزې,"   دا ناسته چې کوربه توب يي د ماليزيا د لمړي وزير عبدالاحمد بداوي په غاړه ده د پنجشنبي په سهار په پالازمنيه کولالمپور کي پرانستل شوه او موخه يي په منځني ختيځ کي د يوي بيړني سولي د � �اوستو پر لارو چارو خبري کول په ګوتو شوي دي . په اسلامي کنفرانس کې ٥٧ هيوادونه غړي توب لري او غواړي چې د لبنان او اسرايلو تر منځ روان کړکيچ ډير ژر هوار کړي. ",د اسلامي کنفرانس غړو هيوادو بيړني ناسته پيل شوه 4074,ميرويس جلالزې,"   د غزي له تړانګي څخه وروستي راپورونه وايې چې د چهارشنبي د ورځي په ورستيو کي د رفه په ښار ګوټي کي دا ځوانکي او له هغه سره دوه نور لارويان د يو اسرايلي پوځي له خواه د ماشيندار د ډزو موخه وګرزيد� �. په دي بريد کي له وژل شوي کس سره د هغه دوه ملګري په کلکه ژوبل شوي دي .   ",يو فلسطيني ځلمکي ووژل شو 4075,ميرويس جلالزې," په هغه چاپي بيان کې چې د ايتلافې � �واوو له خوا خپور شوې راغلي چې  د دوي روغتيايې ډلي يو کوچني افغان ماشوم  تر درملني لاندي نيولې ووچې په ناستي چورلکې يي بريد وشو . په دي بريد کې ويل شوې ايتلافي ځواکونو ته مرګ ژوبله نده اوښتي. ",د امريکايي قواوو په روغتيايي ډله په زابل کي بريد وشو 4076,,"  ميدان ښار، 12زمرى :دفرانسې سفير ښاغلي `رېګس كويټشېټ`دميدان وردګوولايت له والي ښاغلي عبدالجبار`نعيمي` سره دولايت په مقام كښې وكت� �.دكتنې په دوران كښې عبدالجبار نعيمي دفرانسې سفير ته  دولس  لوې ستونزې  ورپه ګوته كړې. همدغسې هغه له سفير نه  هيله وكړه   چې  داوبو په برابرولو، ښوونځيو په جوړولو اودكرهنې په پرمختيا كښې ورسره مرسته وكړي. ديادونې وړ ده، چې دفرانسې سفير ميدان وردګوته له دې وړاندې هم راغلى او دميدان ښآر دفاميليو ښوونځ� �  چې له ډېرو كلونوراهسې  وران ؤ، جوړ كړيدى.  ",دفرانسې سفيردميدان وردګوولايت له والي سره وكتل 4077,," د پښتو ژبي تكړه شاعر ډياسنګ آنجان تېره ورځ د سپين بولدك په سرحدي سيمه كي د پاكستاني پوليسو له خوا ونيول سو، چي تر اوسه يې د نيولو لامل او د م� �ګ و ژوند حال نه دى مالوم.ډياسنګ آنجان پاكستان ته د كويټي د پښتو ادبي غورځنګ له خوا رسماً بلل سوى وو، چي هلته د پښتو ژبي په نړيوال سېمنار كي ګډون وكړي. له ښاغلي آنجان سره د ۲۰۰ تنو په شاوخوا كي افغان � �يكوالان، شاعران، فرهنګيان او فرهنګپالان هم ملګري وه، چي د پاكستاني پوليسو له خوا بيرته افغانستان ته ولېږ ل سول. ",افغان شاعر ډياسنګ آنجان پاكستاني پوليسو ونياوه 4078,," د پاكستان ولسمشر جنرال پروېز مشرف منلې ده چي له افغانستان څخه ليدنه وكړي، نوموړى د افغان حكومت په بلنه افغانستان ته راځي.دا په داسي حال كي ده چي په دې وروستيو وختونو كي د دواړو هيوادونو تر منځ اړيكى خړ پړ سوي او پر يو بل د نيوكو تر بريده رسېدلي دي. افغان دولت او نړيواله ټولنه پاكستان په دې تورنوي چي په خپل هيواد كي تروريستان روزي او بيا يې افغانستان ته را استوي. ",د پاكستان ولسمشر له افغانستان څخه ليدنه كوي 4079,," د كندهار په پنجوايي ولسوالي كي يوې چاودني چي ويل كيږي ځانمرګى بريد دى ۲۱ تنه مړه او ۱۳ ټپيان كړل، د كندهار د والي وياند داود احمدي وايي چي د پېښي قربانيان ټول ملكي وګړي دي، چي ډېره برخه يې ماشومان جوړوي. د نوموړي په وينا پېښه د يوه ماركېټ په داسي ځاى كي رامنځته سوې ده چي هلته نه د افغان پوځ او پوليسو او نه هم د ناټو ځواكونو كوم سرتي� �ي شتون درلود. له دوشنبي راهيسي چي په جنوبي سيمو كي د امنيت چاري ناټو ته سپارل سوي دي دا په كندهار كي � �ومړنۍ چاودنه ده. ",په كندهار كي چاودني ۲۱ تنه مړه او ۱۳ زخميان كړل 4080,," د هلمند ولايت امنيه كومندان جنرال نبي جان ملاخېل وايي چي تېره ورځ په ګرمسېر ولسوالي كي دولتي سرتېرو او ناټو ځواكونو د ګډو عملياتو په ترڅ كي ۲۲ تنه وسله وال طالبان وژلي دي چي د پنځو تنو مړي يې په سيمه كي پاته سوي دي. ده وويل چي په دې عملياتو كي دوه افغان پوليس هم ټپيان سوي دي.د ګرمسېر ام نيه كومندان غلام رسول وايي په دې عملياتو كي له هوايي ځواك څخه هم كار اخيستل سوى دى. خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ادعا كوي چي دوى ته كوم زيان نه دى رسېدلى، د ده په اند ښايي وژل سوي كسان ملكي وګړي وي.  ",چارواكي: په ګرمسېر كي ۲۲ مخالفين وژل سوي دي 4081,," هغه افغان ليكوالان چي د پاكستان په كويټه ښار كي جوړېدونكي سېمنار ته بلل سوي وه، په داسي حال كي د افغانستان او پاكستان پر پوله د پاكستاني پوليسو له خوا تر وهلو وروسته بيرته افغانستان ته واړول سول چي پر پوله د سېمنار له خوا ټاكل سوي م نتظمين د هركلي لپاره ورته ولاړ وه.د دغو ليكوالو له ډلي څخه يو تن افغان سيك سردار ډياسنګ آنجان د پوليسو � �ه خوا ونيول سو.ښاغلى آنجان د افغانستان د ملي ټلوېزون وياند، په كابل كي د افغان ادبي بهير غړى او د پښتو ژبي نوموتى شاعر او ليكوال دى.د پښتو ادبي غورځنګ له خوا د سېمنار په پيل كي نن سهار د افغان ليكوالو سره د پاكستاني پوليسو ناوړه چلند او د ښاغلي آنجان نيونه سخته وغندل سوه او د هغه د ژر تر ژره خوشي كېدو غوښتنه وسوه.له بيرته رالېږل سوو ليكوالو څخه د بېنوا ټولني مسئول عبدالاحمد محمديار وويل چي دوى له افغان چارواكو سره په دې اړه خبري رواني كړي دي خو تر اوسه لا پايله ناڅرګنده ده. ",افغان ليكوالان د افغانستان او پاكستان پر پوله ووهل سوه 4082,," نن پنجشنبه د زمري د مياشتي ۱۲مه په كندهار كي د روهي ادبي بهير له خوا يوه احتجاجي غونډه جوړه سوه.په غونډه كي له افغان ليكوالو سره د پاكستاني پوليسو هغه ناوړه چلند چي تېره ورځ يې د افغانستان او پاكستان پر پوله كړى وو كلك وغندل سو.  وروسته يې د افغان شاعر او ليكوال ډياسنګ آنجان د خوشي كېدو غوښتنه وكړه، په غونډه كي پرېكړه وسوه چي كه چيري نوموړى ژر تر ژره خوشي نه سي افغان فرهنګيان به په ټول هيواد كي احتجاجي غونډي جوړي كړي او كه چيري بيا هم خوشي نه سي نو په مظاهر و به لاس پوري كړي.ډياسنګ آنجان هغه وخت ونيول سو، چي افغان ليكوالان، شاعران او فرهنګيان د زمري پر ۱۱مه د پاكستان كويټې ښار ته په يوه سېمنار كي د ګډون لپاره روان وه، چي وروسته پر پوله د پاكستاني پوليسو له خوا ووهل سوه او بيرته افغانستان ته ولېږل سول. ",روهي ادبي بهير احتجاجي غونډه جوړه كړه 4083,بشير احمد نادم," په ياده شوې څ ېړنغونډه كې چې كوربه يې پښتو ادبي غورځنګ دى پر افغانستان او پاكستان سربېره د نړۍ له يو شمېر بهرنيو هيوادونو څ خه د پښتو ژبې پوهانو، ليكوالانو، څېړونكو او شاعرانو ګډون كړى چې پرانيستنه يې د افغانستان د علومو د اكاډمۍ غړي، څېړونكي، ليكوال او شاعر استاد عبدالله بختاني خدمتګار وكړه.    د بلوچستان په زيارت ښار كې د پښتو ژبې نړيواله څ ېړنغونډه پيل شوه   د پښتو ژبې نړيواله څېړنغونډه (د پښتو ژبې برخليك په يويشتمه پېړۍ كې) تر سرليك لاندې داګست د مياشتې په دريمه نېټه د بلوچستان په زيارت ښار كې پيل شوه . په ياده شوې څېړنغونډه كې چې كوربه يې پښتو ادبي غورځنګ دى پر افغانستان او پاكستان سربېره د نړۍ له يو شمېر بهرنيو هيوادونو څخه د پښتو ژبې پوهانو، ليكوالانو، څېړونكو او شاعرانو ګډون كړى چې پرانيستنه يې د افغانستان د علومو د اكاډمۍ غړي، څېړونكي، ليكوال او شاعر استاد عبدالله بختاني خدمتګار وكړه. د لومړۍ برخې د مشرتابه لپاره له پېښور څخه راغلى ليكوال او شاعر سليم ر از، مېلمه عبدالله بختانى خدمتګار او كوربه وتلى فولكلوريسټ او ليكوال سيال كاكړ و ټاكل شول، همدا راز د دغې برخې لپاره آستادمحمد آصف صميم ، ډاكټر طارق رشاد، عبدالغفور لېوال، ، رحمت شاه سايل، اسير منګل، سعيد ګوهر د مېلمنو په توگه دريځ ته وبلل شول . ورپسې د پښتو ادبي غورځنګ مشر او د يادې شوې نړيوا� �ې څېړنغونډې سمبالوونكي محمد صادق ژړك  ټولو برخه والو ته ښه راغلى ووايه او له ټولو هغو كسانو چې د څېړنغونډې په  جوړولو او سمبالولو كې يې مرسته كړې وه مننه وكړه. هغه له افغانستان  څخه د راتلونكيو مېلمنو سره په پوله د پاكستاني چارواكيو بد چلند وغانده او د افغانستان د ملي ټلويزيون د كاركوونكي او شاعر انجان سنگهـ نيول كيدل يې وغندل . بايد وويل شي چې تېره ورځ له افغانستان څخه په سلگونو پوهان، � �يكوالان او شاعران په ياده شوې څېړنغونډه كې د ګډون لپاره كوټې ته راتلونكي و چې ډېرى يې پر پوله  تر نيولو كيدو وروسته بيرته افغانستان ته واړول شول  خو د ملي ټلويزيون د كاركونكي، شاعر او ليكوال انجان سنګهـ په ګډون يو شمير كسان اوس هم د چمن په ښار كې بنديان دي. له دغې ډلې څخه د كابل پوهنتون يو تن محصل او د ځولۍ مجلۍ مسئول مدير عبدالله كامه وال  ټول افغان ته وويل چې په ډېر زحمت يې په څېړنغونډه كې دګډون لپاره ځان رارسولى دهغه په وينامونږ پاكستان چارواكو ته په ګډه پوله باندې  په څېړنغونډه كې د ګډون بلن� �يكونه ور وښودل خو هغوى زمونږ ژبې ته ښكنځل كول او په ګڼ شمېر ليكوالانو او شاعرانو يې د كوتكونو وارونه وكړل او په ډېر سپكاوي بيرته له پولې هغې غاړې ته واړول . د سيمنيار لومړۍ برخه د پيغامونو په وړاندي كولو پيل شوه چې لومړى د افغانستان د ولسمشر حامد كرزي  پيغام د تكړه � �يكوال او شاعر عبدالغفور لېوال له خوا ولوستل شو او تر غرمې پورې د بېلابېلو ټولنو، داستازو لخوا د هغوى پيغام ونه وړاندې شول.   د پيغامونو د برخې په پاى كې دريځ ته ب� �ل شويو مېلمنو په خپل وار سره دغه څېړنغونډه وستايله او د پښتو ژبې د ودې او پرمختګ په لاره كې ګټوره وبل� �ه. د غرمې تر ډوډۍ او د ماسپښين تر لمانځه وروسته د مقالو برخه پيل شوه چې تكړه كيسه ليكوال طاهر اپريدى يې د رئيس، ليكوال او شاعر عبدالغفور لېوال د مرستيال او د پښتو ژبې وتلى شاعر دروېش درانى د منشي په توگه دريځ ته وبلل شول. په دغه برخه كې ډاكټر ميا سهېل انشا، عارف تبسم، فا� �وق سروراو سليم بنګښ  په خپل وار سره د پښتو ژبې او ادب په بېلابېلو څانګو ليكلې شوې  مقالې وړاندې كړې . د مقالو دغه لړۍ به سبا د  جمعې په ورځ هم  دوام ولري او دريمه ورځ يې د جايزو وېش ، نړيوالې مشاعرې او ټنگ ټكور ته ځانګړې شوې ده. ", د پښتو ژبې نړيواله څېړنغونډه پيل شوه ( ګزارش ) 4084,," د طالبانو وياند ډاكټر حنيف رسنيو ته وويل چي پلويانو يې تېره � �په د لوګر ولايت پر څرخ ولسوالي بريد كړى او تر يو ساعت جګړې وروسته يې ولسوالي نيولې ده، خو نوموړي و نه ويل چي ولسوالي يې اوس هم په لاس كي ده كه يې بيرته خوشي كړې ده.ډاكټر حنيف زياتوي چي د كابل او جلال آباد پر لوى سړك د سرخكانو په سيمه كي يې د ايتلافي ځواكونو د اكمالاتو دوه د تېلو ټانكران سوځولي او موټروانان يې تر توبې كښلو وروسته خوشي كړي دي. دى وايي چي د پكتيكا ولايت د كټواز سيمي په جنت خېل ساحه كي يې د امريكايي عسكرو يو م وټر هم په ريموټ كنټرول بم الوزولى دى چي پكښي سپاره عسكر يې ټول وژلي دي. خو د نوموړي د دې ادعاوو په اړه نه دولتي چارواكو او نه هم ايتلافي ځواكونو څه ويلي دي. ",طالبان د لوګر ولايت د څرخ ولسوالي د نيولو ادعا كوي 4085,," ولسمشر حامد كرزي په يوه خپاره سوي پيغام كي د كندهار ولايت په پنجوايي ولسوالي كي د ملكي وګړو پر وژنه خپګان ښوولى دى. نوموړي په خپل پيغام كي وويل: ((تروريستان به آخر ماتېږي، خو زه نه سم كولاى چي د دوى د ماتي خوړلو پېش بيني وكړم او تر هغه چي تروريستان له م نځه ځي دوى به حتماً خپلو فعاليتونو ته دوام وركوي)).ولسمشر كرزي بېله دې چي د چا نوم واخلي د تل په څېر يې دا كار د اسلام او افغانستان د دښمنانو پلان وباله. پېښه هغه وخت رامنځته سوه چي تېره ورځ د پنجوايي ولسوالي په بازار كي يو كرولا ډوله موټر چي ويل كېږي ځانمرګى بريد وو، وچاودېد. چي پر موټر چلوونكي برسېره يې ۲۱ كسه ولسي وګړي مړه او ۱۳ټپيان كړل. ",ولسمشر كرزي د پنجوايي پر پېښه خپګان ښوولى 4086,," د ايتلافي ځواكونو په يوه خبر پاڼه كي راغلي چي په هلمند ولايت كي يې۲۵تنه طالب جنګيالي وژلي دي.د دوى په وينا پېښه هغه وخت � �امنځته سوه چي د هلمند په ګرشك ولسوالي كي يې ځواكونه د طالبانو تر بريد لاندي راغلل او د متقابلو ډزو په ترڅ كي ۲۵طالبان ووژل سول، خو په پاڼه كي ايتلافي ځواكونو ته د رسېدلي زيان په اړه څه نه دي ويل سوي. ",ايتلافي ځواكونه د ۲۵ طالبانو د وژلو ادعا كوي 4087,ډاکټر عبدالباري - جرمني," لاندي ليکنه د ٢٠٠٦ کال دجولايي په ٢٧ نېټه د"" جنوبي جرمني ورځپاڼه""  (SZ ) په ١٧١ ګڼه کي خپره سوې ده.   په لبنان کي د ملګرو ملتونو د س� �تيرو وژنه هغه بمونه چي پر خپل حيثيت يې لګيږي   تر اوسه د اسرائيل او دلبنان په جنوب کي دحزب الله د ملېشو تر منځ په جګړه کي تقريباً ٤٥٠ * نفره وژل سوي دي. د اسرائيلو په ډزو د  ملګرو ملتونو د څلورو سرتيرو وژني سياست اړولی دئ . دهغه وخت راهيسي اسرائيل تر نړيوال فشار لاندي دئ. دا ځکه چي د پوځي کتونکوهستوګنځۍ د ورا ځايه معلومېدلې او د ملګرو ملتونو د پوستو نښي هم پر لګيدلي وې. آيا دا د اسرائيلو په لوی لاس بريد وو؟ او که يوه غم جنه تېروتنه وه؟ اوس اسرائيل کوښښ کوي چي په ديپلوماتيکو بريدونو د ټولي نړۍ د انتقادونو مخ ونيسي.   دټورستين شميڅ � �يکنه  د ډاکټرعبدالباري ژباړه    ټيک په دغه ورځ چي په روم کي د لبنان کنفرانس دايرېدئ، د اسرائيل هوايي ځواکونود خپلو هغو  بريدونو په لړ کي چي په جنوبي � �بنان کي يې د حزب الله پر شکمنو اهدافو باندي کول، د ملګرو ملتونود يونيفيل  د ځواکونو  څلور سرتيري په نښه او ووژل. په داسي حال کي چي د غربي هيوادونو دولتي چارواکي او د ملګرو ملتونو عمومي منشي کوفي عنان پر اسرائيل سخت انتقادونه کوي، د اسرائيل لومړي وزير ايهود اولميرت د م� �ګرو ملتونو د يونيفيلد څلورو سرتيرو د وژل کيدو له امله يوازي بخښنه غوښتې ده. د ملګرو ملتونو پر پوسته باندي د اسرائيلي بريد اغيزي د څو کيلو مترو څخه معلومېدې، په دې بريد کي د ملګرو ملتونو څلور سرتيري وژل سوي دي.   د ( اسرائيلي) پوځ له خوا په لومړي سر کي ددې وژني په هکله کومه اعلاميه خپره نه شوه، او د اسرائيل په مـطبوعاتو کي هم يوازی په سطحي توګه د"" نور څ ه لا هم پيښ سويدي"" تر سرليک لاندی يادونه ځني سوې ده. د ددې څو ورځو او په تېره بيا د چارشنبې راهيسي د اسرائي� �ي رسنيو ټوله پام د لبنان په جنوب  بنت جبيل کي د اسرائيلي سرتيرو او مليشو تر منځ سختي جګړې پر خوا دئ.  پخپله اسرائيلي پوځ ويلي دي چي دوی په دغه سيمه کي د (حزب الله) پر يوه مورچل لګيدلې وه او زښت زيان ور رسيدلی دئ . د اسرائيل يوې پوځي وياندي  د چار� �نبې په ورځ  د يوې پوښتني په ځواب کي ويلي دي چي ددوی لږ تر لږه نهه سرتيري  "" لګېدلي"" دي. لګيدل اکثراً د مرګ يا وژل کېدلو پر ځای ويل کيږي چي يو ډول حسن تعبير دئ. په اس� �ائيلي خبرونو کي، که ټلويزيون وي که ورځپانه ، په يوه سلا په شمال کي دغه  جګړه "" تع� �ضي حمله "" بولي  او ټوله پام يې يوازي د اسرائيلو پر قربانۍ او پر "" اسرائيل باندي  بمباريو""  محدود وي. که هلته څوک وغواړي چي په لبنان کي د اس� �ائيلو په لاس ورانيو او تباهيو خبر سي، نو تلويزيون د  CNN چينل ته واړوي. د چارشنبې په ورځ د حکومت مشر اولميرت د ملګرو ملتونو دعمومي منشي کوفي عنان سره د ټليفوني خبرو په ترڅ کي د يونيفيل د څلورو س� �تيرو د وژل کېدو له امله شخصاً بخښنه وغوښتله. خو د اولميرت د دفتر له خوا داهم ويل کيږي چي اولميرت په عين حال کي د کوفي عنان پر څرګندوني ""خپله حيرانتيا"" هم څرګنده کړېده. عنان په ډاګه کړې وه چي د اسرائيل هوايي ځواکونو"" په لوي لاس ( قصداً او عنداً ) "" د يونيفيل ډلګۍ په نښه کړي وې. ده په دې هکله اسناد نه وه را پورته کړي . اولميرت ويلي دي چي ددغي وژني به ژر غور وکړي، ځکه  چي دغه و اسرائيل ته د ډير شرم وړ پېښه ده . پر لبنان باندي د اسرائيل د تعرض  دوې اونۍ کيږي،اوس نو دغه د يهودو دولت دنړۍ له هري خوا څخه سخت تر نيوکو لاندي راغلی دئ . تر دې ګړيه څلورنيم سوه* لبنانيان وژل سوي دي، چي ډيرئ يې ملکي خلګ وه؛ او څلوېښت اسرائيليان هم له مينځه تللي دي چي تر نيمي يې ډير پوځيان وه. د متجاوزينو تيروتنه اوس د اسرائيل حکومت  ددې دپاره چي د نړۍ د هري خوا څخه دملامتيو او غندنو مخ ونيسي، نو يې دخپلو سياستوالو  يوه ډله د اروپايي هيوادونو پلازمېنو ته ليږلې ده چي هلته د مطبوعاتو و پوښتونو ته ځوابونه ووايي او د اس� �ائيل دريځ ورته روښانه کړي. په دې ډله کي شيمون پيريز( چي د اسرائيل په سياستوالو کي د پشې غلام ګڼل کيدای سي، ژ.)  هم شامل دئ.خو ودوی ته به ممکنه نه وي چي د ملګرو ملتونو د سرتيرو د وژني په هکله د قناعت وړ جواب ووايي. په لبنان کي د يونيفيل د کتونکو ټو� �يود وياند له خولې د خيام په سيمه کي  ددوي قرارګاه چي اسرائيل ته نږدې ده، مخامخ وي� �تل سوې ده.د غه بې وسلې سرتيری يود اتريش، يو د فنلينډ، يو د چين او يوهم د کاناډا وو. دغه اډه د ډيرو وختونو � �اهيسي مشهوره وه او ( د ملګرو ملتونو نښي يې د ليري ځايه معلوميدلې. د چارشنبې په ورځ دخرابو څخه د مړو او ټپيانو د راايستلو کار د سخت خنډ سره مخامخ سو. د يونيفيل په وينا د ملګرو ملتونو سوله ساتونکو پنځوسو سرتيرود خرابو څخه د مړو په را ايستلو کي برخه اخيستې وه . د دې قاتلانه بريد څخه ورسته د يوه س� �تيري د مړي پر رايستلو ساعتونه ساعتونه تېر سول. د دوو قربانيانو دبدنونو غړي پرې سوي وه. دغو سرتيرو داس� �ائيل د هوايي ځواکونو دبريد څخه دځانونو د ژغورولو دپاره وخپل تر مځکي لاندي ساتنځائ ته کښته سوي وه. د يونيفيل له خوا ويل سويدي چي د اسرائيلي هوايي بريد له امله دغه ساتنځای د يوه مخه وران سوی دئ . څرنګه چي د يونيفيل پر شاوخوا هر څه له مينځه تللي او تخريب سوی وه، نو دا ناممکنه وه چي ژر تر ژره د پيښي ځای ته بولډوزر يا جرثقيل راوړل سوی وای، نو ځکه د يونيفيل سرتيرو يوازي په خالي لاسونو او يا په ډيرو ساده وسايلو خپل ملګري دخرابو څخه را ايستل. په  تلّ أبيب کي د دفاع د وزارت له خوا ويل شويدي چي د يونيفيل پر شاوخوا ځايونو باندي ټوله هوايي بريدونه وځنډول سول، څو د يونيفيل سرتيري خپل ملګري وژغوري، خو د يونيفيل يوه غړئ وايي چي اسرائيلي هوايي ځواکونو ( په دوی هيڅ باک هم نه کاوه) او د يونيفيل پر شاوخوايي خپل بريدونو ته دوام و� �کړی وو. د يونيفيل يوه سرتيريCNN  ته ويلي دي چي تر دغي خونړيزي پيښې لږ موده دمخه موږ و اسرائي� �ي پوځ ته په وارو وارو خبر ورکړ چي ستاسي بمباري د خيام په سيمه کي زموږ و قرار ګاه ته را نږدې سوي دي او زموږ څ خه اوس د سلو مترو په واټن لګيږي. دوي به وموږ ډاډګيرنه راکول چي موږ به بريدونه  ژر بند کړو، خو لږ څه وروسته يې زموږ پوسته په نښه او ګړوبه کړله.  د اسرائيل د حکومت وياند مارک ريګيف د يوې پوښتنی په جواب کی وويل چي اسرائيل د يونيفيل د سرتيرو وژنه د افسوس وړ بولي او اسرائيل دغه سرتيري نه وه په نښه کړ ي بلکي برعکس دوی د خپلو تعرضي بريدونو د پيل راهيسي پر دې ښه پام کاوه چي ديونيفيل سرتيرو ته څه ورپېښه نسي. د اسرائيل د يوه پوځي خبر له مخي په دغه شکمن ځای کي يوازي دحزب الله پر يوه اډه تخريب سوې وه، نه ديونيفيل پوسته! د ملګرو ملتونو په وينا، ددغو تعرضي بريدونو دپيل راهيسي د دوی دوولس سوله ساتونکي سرتيري يا وژل سوي اويا ټپيان سوي دي. د ملګرو ملتونو د څلورو سرتيرو وژنې پخپله د يونيفيل پر ځواکونو باندي رڼا واچول. يونيفل چي په لنډ ډول و ""United Nations- Interim Force in Libanon  ""  په لبنان کي د ملګروملتونو مؤقتي ځواکونو ته ويل کيږي، هغسي چي مؤقتي ب� �ل کيږي، نه دي ، بلکي د ١٩٧٨کال را راهيسي په دغه د نښترو د هيواد په جنوب کي ځای پرځای سويدي. ددغو قطعاتو چي اوس يې د سرتيرو شمېر دوو زرو نفرو ته رسيږي، بې وسلې دي او اوس يوازي د نظارت په عذاب اخته سوي دي. په لومړي سر کي ددغو سرتيرو شمير اوو زرو(٧٠٠٠ ) ته رسېدئ چي د امنيتي سيمي څخه د اسرائيل وتل يې څارل او همدارنګه يې بايد د لبنان د حکومت سره مرسته کړې واي چي د هيواد په جنوب کي هم خپل واک ټينګ کړي. خو نه يوازي داچي دوي خپله دغه دنده تر سره ونه رسولاي سواي، حزب الله وکولاي سوای چي د لبنان په جنوب کي خپلي ريښې ټينګي کړي او ځانته په دو� �ت کي دولتګی جوړ کړي. د يونيفيل مأموريت د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا له خوا هره شپږمه مياشت نوی کيږي. د اوسني مأموريت دوره به  يې ممکن د دوشنبې په ورځ (ددې کال د جولاي ٣١ نيټه، ژ. ) پای ته ورسيږي. اسرائيل د امريکا د متحدو ايالتونو په سلا مشوره په جنوبي لبنان کي د سولي ديوې"" قوی او زيږې ډلي"" وړانديز کړيدئ، چي د اوسني يونيفيل ځاي ونيسي. دغه په نظر کي نيول سوې ډله به تر ديرشو زرو کسو پوري رسيږي او اکثره سرتيري به يې هم د ترکيې او مصر د هيوادونو وي. خو دمصر و� �سمشر حسن مبارک په چارشنبې لا دغه څرګنده کړې ده چي مصر دې ته زړه نه ښه کوي چي خپل سرتيري د لبنان و داسي جګړې ته وروليږي چي د سر او مال زښت زيان ورسره تړلی وي. يو څه بې پلاني تر څو چي دغه نوي وسلوال ځواکونه  ولبنان ته ورځي او هلته د لبنان  په جنوب کي د اردو سره مرسته کوي، ښه ډير وخت به ونيسي. اوس اوس دغه د يونيفيل ځواکونه د اسرائيل لار نيولې ده چي په لبنان کي حزب الله وځپي. د اسرائيل د دفاع وزير امير پيريز په دې خبره خبره هلته  خ� �ګ حيران کړل ،  چي اسرائيل غواړي په مؤقتي توګه په جنوبي لبنان کي بيا يوه امنيتي سيمه جوړه کړي. خو د اسرائيل ( ددولت) په نظر دا يوازنۍ لار ده چي د يوې حائلي سيمي په مرسته به د داسرائيل شمال دحزب الله دکاتيوشا د � �اکټونو څخه خوندي کړي. مګر داچي بيا به د اسرائيل خلګ و دې غير نظامي حکومت ته صلاحيت ورکړي چي بيا د لبنان پر خاوره يوه امنيتي ساحه جوړه کړي او په دې ډول د لبنان خاوره عملاً اشغال کړي، د شک وړ خبره ده.( داځکه چي اس� �ائيليانو ددغسي خالي سيمي پخوا لا خوند کتلی دئ، ژ.) په  ٢٠٠٠ ع.م. کال  د هغه وخت لومړي وزير ايهود بارک هغه  امنيتي( حائله) سيمه له مينځه يووړه، چي دجوړيدو راهيسي يې اتلس کاله پر تيرسوي وه. ددغو اتلسو کلونو پو اوږدو کي  بې شمېره اسرائيلي سرتيري پکښې وژل سوي وه، او  له دې کبله په اسرائيل کي خلګودغه سيمه  ""داسرائيل ويټنام "" بلله. پيريز د دغي امنيتي سيمې څرنګوای نه دئ روښانه کړی،  خو ده د لومړي وزير ايهود اولميرت خبره کړې ده چي ويلي يې وه "" دغه امنيتي سيمه به د لبنان په خاوره کي تر دوو کيلو مترو ورننوزي. هغه پخوانۍ امنيتي سيمه د ١٩٨٢ څخه تر ٢٠٠٠ م. کال پوري ، اتلس کيلو متره د لبنان په خاوره کي جوړه سوې وه. پر دغه سيمه هغه وخت ١٥٠٠ اسرائيلي او ٢٥٠٠ د جنوبي لبنان سرتيرو څارنه کوله. د دې نوی امنيتي سيمي د جوړېدوخبري دا ښيي، چي د اسرائيل د دفاع وزارت د بې پلانۍ او ګډوډۍ سره مخامخ دئ. يوه اوونۍ دمخه لا دغه خبری کيدلې، چي د اسرائيل پوځ به "" يو څو ورځي"" وروسته خپل تع� �ضي بريدونه ودروي او د لبنانه به ووزي. دبلي خوا ددوي تعرضي بريدونو پر اسرائيل باندي د حزب الله توغندۍ لږ نه کړې، بلکه  اوس هم د ورځي اسرائيل په سوو راکټونو ويشتل کيږي، هغونه لکه داسرائيل تر تعرض دمخه . * په ورځپاڼه کي د پورتنۍ ليکني د خپرېدو پروخت ( ۲۷ جولای ۲۰۰۶ ) د مړو شويو کسانو شمېر ۴۵۰ و ، په بېنوا ويبپاڼه کي ددې ليکني د ژباړي د خپرېدو پروخت (۴ اګست ۲۰۰۶) د مړو شويو کسانو شمېر ۹۰۰ تنو ته رسېدلی دی. ",په لبنان کي د ملګرو ملتونو د سرتېرو وژنه ( ژباړه) 4088,"محمودنظ� �ي"," زموږ پر جونګړه ګونډې مه واهه! ګړوبه به شي موږ دپنډو پنډوپښو مه لاندي کوه ! چغټان به شو. لږپام کوه! خلک په اورغوي مه نڅوه! د هغو نڅاه نه ده زده هغوی چي نڅیږي هغوی زموږنه دي لږ سوچ کوه! دلته تربګڼۍ مه ږیږوه! دلته بېلتون مه راوله خلک مه بېلوه! پوله او پټی مو مه جلا کوه! په پوکی خلک مه تښتوه! په سترګو مو مه ګواښوه! د ویر تغر له ځانه سره مه راوړه! دلته د اوسیدو ټینګار مه کوه! د ټرون  او تړوابهانه مه کوه! دلته ستا هما او ققنس نشته! چمونه او دوکه پرېږده! زموږ پاته مات او ګود کلی مه وېجاړ وه! بېله ځنډه. بیرته  دقاف غره ته ځه! د زړه سوی درته وایم! وچولۍ مه تریوه وه ! که  یو وار ملي اتن پیل شو او غوړي څوڼي ورته په غورځېدو شوې نه چي د قاف غره لاره درنه ورکه شي اوله ډاره په وړوکې لمپه ننوځې او د الادین په ولکه شي بېله ځنډه ځه  دقاف  غره ته ځه! له زړه سوي درته وایم! وچولی مه تریوه! ",ای توره دېوه! 4089,," تېره شپه په غزني ولايت او � �اوخوا سيمو كي د باران له امله پر غزني ښار او ځينو ولسواليو سېلابونه راغلي دي، د عيني شاهدانو په وينا تېره شپه دوه ساعته پرله پسې ډېر توند باران و اورېدئ، چي له امله يې په لسګونو كورونه نړېدلي او اوبو نيولي دي. ويل كېږي چي مرګ ژوبله يې هم اړولې ده خو په اړه يې تر اوسه كره معلومات نسته. بايد وويل سي چي نن سهار د كابل او كندهار لويه لار هم د څو ساعتونو لپاره د اوبو له امله بنده وه. ",په غزني ولايت كي باران په لسګونو كورونه ويجاړ كړي 4090,," د افغانستان د كورنيو چارو وزارت په س� �ګونو كوريايان  وروسته له هغه له افغانستان څخه پر وتلو مجبور كړل، چي د افغاني ملايانو له خوا تر سختو نيوكو لاندي راغلل.د جنوبي كوريا په سلګونو اوسېدونكي افغانستان ته د سولي تر نامه لاندي د يوه نړيوال فستيوال د جوړېدو لپاره راغلي وه، دوى د افغانستان له بېلا بېلو ښارونو څخه ليدنه كول او هلته يې ډول_ډول تفريحي پروګرامونه نندارې ته وړاندي كول. خو افغاني ملايانو دغه كسان په دې تورن كړل چي د دوى اصلي موخه فستيوال نه ب� �كي عيسويت ته تبليغ دى. بالاخره د دغو كسانو ۳۵۰ كسيزه ډله د افغانستان له لوېديځ ښار هرات څخه مخ پر مشهد ووت� �.                              &nb; sp;                              ",په سلګونو كوريايان له افغانستانه وشړل سوه 4091,," د آيساف ځواكونو يو سرتېرى هغه وخت مړ او دوه نور يې ژوبل سوه، چي ځواكونه يې په كندهار كي په ګزمه بوخت ول، ويل كېږي چي پېښه د ټكر له امله رامنځته سوې ده، خو دا نه دي ويل سوي چي علت يې څه وو. د ايتلافي ځواكونو په پاڼه كي راغلي چي زخميان د كندهار په هوايي ډګر كي د ايتلافي ځواكونو روغتون ته وړل سوي دي. ",په كندهار كي د آيساف يو سرتېرى مړ او دوه ژوبل سوه 4092,فؤاد لامع_کابل," زه د اوښکو يو ډک جام يمته د مينې ميکده يېزه نالوستی يم د مينېته د عشق دانشکده يې په لمبو دې زه وريتيږمله ايرو دې زه ځاريږمسمندر غوندې هستېږمته زما آتشـــکده يې روح مې نوی اواز غواړيزړه مې سوز او ګداز غواړيستا نه نوی همراز غواړيته مې ښکلې بتکده يې!! ",آتشکده 4093,," د افغانستان ولسمشر حامد كرزي د سترې مح كمې له رئيس (قاضي القضات) پوهاند عبدالسلام عظيمي او پنځو نورو قاضيانو څخه د وفادارۍ لوړه واخيسته.پوهاند عظيمي د حقوقو په رشته لوړي زدكړي كړي او ويل كېږي چي د افغانستان په تاريخ لومړنى قاضي القضات دى چي د تخصص پر بنسټ پر دې دنده ګمارل سوى دى. نوموړى تېره اونۍ د ولسمشر كرزي په غوښتنه د ولسي جرګې په تائيد د افغانستان د � �اضي القضات په توګه وټاكل سو. ",ولسمشر د ستري محكمې له رئيس څخه لوړه واخيسته 4094,زردشت شمس," زردشت شمس - کابل په دی نژدې ورځو کښي د افغانستان په جنوبي ، جنوب شرقي، شرقي او حتیَ په مرکزي سيمو (دکابل په شمول) کښی په ځانمرګي او نور وسله وال بريدونو کښی لا زيات شدت ليدل کيږي چه نړيوالو ته او په خصوصي توګه افغانانو ته د ډير تشويش وړ حالت دی- که دولتي چارواکي ډير هم ادعا وکړي چه د دښمن دغه حرکات دومره مهم او د تشويش وړ نه دي او يو ډير محدود عناصر په دغه قسم فعاليتونو کښي د پرديو په اشاره بوخت  دي خو دا څر ګند حقيقت دی روان وسله وال پاڅون يا ځانمرګي بريدونو په پورته ذکر شويو سيمو کښي تر ډيره حده دبياودانی کارونه ځنډولي او يا يي بيخي په ټپه درولي دي- ښوونځيو ته د زدکونکو او ښوونکو راتګ کم شوی او په ډيرو سيمو کښی د ښوونځيو لمنځه وړلو په سبب زمونږ زيات  شمير بچيان د زدکړی نه محروم دي-او بالاخره دغه حالت د دولت او ولس تر منځ  ډيره فاصله رامنځته کړی- دوسله والو دغه انساني ضد عمليات دوه اړخه لري-  يو دا چي دافغانستان د سولی او پرمختګ دايمي دشمنان نه غواړي چي افغانستان په خپلو پښو ودريږي او په نړيواله ټولنه کښي ځانګړی حيثيت ولري- دوۍ په دوامداره توګه دافغان ولس او دولت ضد عناصر په مادي او معنوي توګه سمبالوي او دې ته يې اړ کوي چه خپل کور وران کړي او خپل ورور ووژني- زمونږ د نا پوهۍ  او دڅه نورو مشکلاتو په اساس دوی په دی مقصدکښی تر ډيره حده کامياب � �وي- دويم دا چی ولی دغه افغانان د دښمن په وينا دخپل ورور وژنی لپاره ځان وژنی له تياريږي- دامريکا دبهرنيو چارو پخوانۍ وزيري ميډلن البرايټ يو مشاور دانيال کنسولټور دغه موضوع لازياته څېړي او وايي: مختلف نژادونه د افغانستان نفوس  تشکيلوي- مګر ددوی په سر کښی يو نژاد وجود لري- د ی د يو سياست پوه او د افغانستان  متخصص بارنټ روبن دخلی داسی ليکي:  پښتانه د افغانستان افتخاري نژاد دي او همدا دليل دی چه ْ افغان ْ هم په لغوي مانا د پښتون  يو تغير شوی نوم دی او په اصل کښی افغانستان د پښتنود هيواد مانا ورکوي او تر څه ح ده دغه صحيح هم ده- که څه هم داسي رسمي احساييه نشته چه دغه خبره تاييد کړي او داسي اندازه کيږي چه پښتانه د افغانستان ۶۰ نه ۶۵ پوري فيصدي تشکيلوي- دعراق دسني عربو په څير پښتانه د پخوا راهيسي په ملي بڼه سياسي قدرت په لاس کښی لري- سره لدې چي نور غټ اقليتونوتاجک، ازبک او هزاره هم په محلي توګه قدرت درلودلی دی-د هر وخت  خا� �جي تجاوزد افغانستان د ملي وحدت سبب ګرځيدلی لکه د شوروي اتحاد سره د مبارزی پر مهال، مګر له دې وروسته ډير ژر نژادي نښتي رامنځته شوي- طالبان د مهاجرينوپه کمپونو کښی وزيږيدل - نيم پښتانه د کرښي نه پوري غاړه پراته دي چه په تيوري کښي د نن ورځي افغانستان له پاکستان څخه جدا کوي- کله چي دوی يو منلی جنګي قوت � �و نو د جنوب او شرقي ولايتونو پښتنو ورله تود هرکلی ووايو- دغه هرکلی ددوی د مفکورې په ملاتړ نه وو بلکه ددوی د امنيت او ثبات د ټينګولو په اساس وو- د طالبانو په کرښو کښي ډير لږ تاجک، ازبک او هزاره افغانان  وو ځګه چه دغه قومونو په خپلو ساحو کښي خپل ځانګړي او محبوب مشران لرل چا چه د طالبانو سره مقاومت کولو- افغان کورنۍ جګړه چي د ٢٠٠١ کال پوري يې دوام درلود دتسليم شويو عساکرود دسته جمعي وژنو او د غير مسلح  م� �کي وګړو د وژنی تاريخ لري- د هاغو د جملې نه يوه پېښه دا وه کله چه څه کم لس کاله وړاندي د کال ١٩٩٧په پسرلي کښي طالبانو د کمي مودې لپاره مزارشريف ونيولو اويوشمېر ملکي هزاره او ازبک وګړي ووژل شول - کله چي څو ورځي پس طا� �بانو ښار له لاسه ورکړو په زرګونو پښتانه عسکر له هغوی لخوا ووژل شول او په دسته جمعي قبرونو کښي ښخ کړل شول- د انتقام دغه لړۍ دوام درلود او کله چي څه موده پس طالبانو بيا مزار ونيولو نو په زرګونو هزاره يې ووژل- همدا� �نګه پيښي د امريکا د ٢٠٠١ کال د حملې نه وروسته تر سره شوې- د بشري حقوقو د څارني کميسون په وينا: د افغانستان په شمال کښی پښتانه په پراخه پيمانه د زور زياتي، وژني، جنسي تېريو، وهل ټکول او د چور چپاول ښکار شول- دوی په خاصه توګه په نښه شول ځکه چي دوی په نژادي اساس د طالبانو سره تړلي وو- دانيال  زياتوي چه ددغه نزدې تير شويو خونړيو نژادي مشکلاتو په رڼا کښي دا د حيرانتيا خبره نه ده چي افغانستان يو ځل بيا په نژادي کرښو د بيلتون طرفته روان دی- پينټا ګون په دې خطر پوهيدﺉ کله چي دوی د ٢٠٠١ کال عمليات شروع کول او ددغه کار لپاره يي شمالي ټلواله وګمارله ځکه چي ددوی ټولي مليشې د غير پښتنو نه تشکيل شوي وې -   کله چي لويي جګړې پای ته ورسيدې نو د شمالي ټلوالي جنګسالارانو هر يو  ازبک رشيد دوستم، تاجک اسماعيل خان او محمد فهيم، او هزاره کريم خليلي په ولايتونو کښي قوي قدرت ترلاسه کړ- اندازتهٌ دغه تغيراتو د پښتون � �ام (نوي دولت سره) مينه کمه کړه او محتاط شول- ان تر دې چي د پښتون کرزي اود څه نورو پښتنو په شاملولوسره هم ددوی دغه وېره چي د يو غير پښتون اتحاد لخوا محکوم شوي ورکه نه شوه- ډير لږو غربي سازمانونو چا چي دروانوحا� �اتو په اړه د افغان ولس دفکر او احساس باره کښي څيړني کړي ښايي چي د پښتنو په سيمو  په خاصه توګه  دجنوب او جنوب شرقي ولايتونو لکه کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، پکتيا او پکتيکا کښي  دخلکواينده لپاره احساسات اس هم غير اطميناني او د تشويش  وړ  دي – په ٢٠٠٥ کال کښي د واشنګټن د ستراتيژۍ او بين المللي علومو څانګي په ټول هيواد کښي سروې کړې چي د اجتماعي عدالت، ټولنيز او اقتصادي پرمختګ او امنيت په اړه د افغانانو نظر وګوري- پښتنو سيمو دتاجکو،ازبکو اود هزاروو په مقابل کښي په موافقانه ډول دغه تحولات خراب ګڼلي دي- په ٢٠٠٣ کال کښي انټر نيشنل کرايسس ګروپ خبرداری ورکړو چي پښتانه د کرزي د ادارې او د بون د پروسې نه  منحرف کيږي- دانيال وروسته ليکي چي  روان ځانمرګي بريدونه د خرابو حالاتو نښي دي او که چيري د دغه مملکت دغه ستر افتخاري قام حس کړي چي د بيا ودانۍ پروسه کښي دوی برخه نلري نو دغه حملې به د عراق غوندي د کورنۍ جګړې شروع وي- او که چيري داسي ونشي او افغانان (پښتانه) داسي حس کړي چي دغه بيا راپيدا شوي طالبان د کرزي او دکابل د حکومت نه ددوی ډيره نمايندګي کوي نو ددغه ځان وژونکو حملو خبرونه به په کندهار کښي داسي عام شي لکه په کربلا کښي چي دي او افغانستان به يو ځل بيا د ګډوډۍ ښکار شي- ددانيال ددغه څيړنو په تاييد د کابل اداره او نړيوال قوتونه کوم چي په افغانستان کښي موجود دي بايد دغه موضوع ته ډير زيات متوجې او حتمي ا� �دامات وکړي-د لري پرتو سيمو پښتنوته په دولتي اداره کښي مناسب  ځای ورکړي ددوی د عنعناتو قدر وکړي او دوی ته دا باور ورکړي چي دوی د دې مملکت مهمه برخه تشکيلوي او دوی ته عملاٌ دا وښيي چي دا دولت ددوی شريک دولت دی- که چيري دولت وکولای شول چي د پښتنو سيمو دغه محروميتونه له منځه يوسي نو يقيناٌ چي زمونږ دښمنانو ته دا ناشونې ده چي يو افغان د بل افغان د مرګ لپاره تيار کړي- ",آيا افغانستان د يونژادي کورنۍجګړی پرلور روان دی؟ 4095,," د ايتلافي ځواكونو په يوه خبر پاڼه كي راغلي چي د افغان دولت د مخالفينو په وړاندي د غرني فشار عمليات چي لږ تر لږه د دوو مياشتو را په دېخوا د افغانستان په جنوب كي پيل سوي وه له هيلو خلاف بريالي پاى ته ورسېدل. په خبر پاڼه كي راغلي چي د ۱۱۰۰۰ تنو په شاخوا كي طالب جنګيالي يې وژلي، زخميان كړي او يا هم ژوندي نيولي دي.دا په داسي حال كي ده چي تېره مياشت نړيوالو رسنيو په دې عملياتو كي له پنجوايي، سنګين، نوزاد او موسى كلا ولسواليو څخه د سلګونو ولسي وګړو د مرګ ژوبلي خبرونه وركړل، چي د ايتلافي ځواكونو د بمباريو له امله يې ژوند له لاسه وركړى وو. ",ايتلافي ځواكونه: د غرني فشار د عملياتو پايله بريالۍ وه 4096,," د پاکستان دسرحدي پوليسو � �ه خوا  د افغان شاعر او ليكوال ډياسنګ آنجان دنيول کېدلو له امله پرون د المان د مونشن په ښار کي د محمدامين بسمل په مشرۍ د مونشن  ښار يو شمېر اوسيدونکو افغانانو دپاکستان دکونسلګرۍ مخي ته احجاج وکړ  او د ښاغلي ډياسنګ آنجان د ژرخوشي کېدو غوښتنه يې وکړه . احتجاج کوونکو افغانانو خپل احجاج ليک په مونشن کي د پاکستان کونسلګرۍ ته وسپاره او په فرانکفورټ کي يې دپاکستان لويي کونسلګرۍ ته ولېږه . دې ته ورته احتجاجي غونډي د کندهار ولايت په شمول د افغانستان په يوشمېر نورو سيمو کي هم ترسره سوي دي.  ښاغلی ډياسنګ � �نجان تېره اوونۍ د يو شمېر نورو افغان ليکوالو او� �اعرانو سره يو ځای هغه وخت ونيول سو کله چي دوﺉ په ګډه د کندهار څخه د کويټي ښار ته په يوه نړيوال سيمينار کي د ګډون له پاره تلل . له ښاغلي ډياسنګ آنجان سره نور نيول سوي کسان په هماغه ورځ تر وهلو ټکولو و� �وسته خوشي شوي خو ډياسنګ آنجان تر دې ګړيه د پاکستاني پوليسو سره بندي دﺉ . ",په مونشن کي افغانانو د ډياسنګ آنجان نيول وغندل 4097,مد يوسف خدمتګار مزدورزوی,"  چي دي سپين مخ تورو زلفو کی ښکاره شي لکه شپه چي په سپوږمۍ با ندې ښکار شي   غر څنۍ ستګئ با ڼه دی غشي  ولي دنړ ۍ خو با ن يي ټو ل په نند ا ره � �ي   د ښکلا ګلونه مخ په پا ڼو پټ کړ ي پښتا نه حسن ته ګوري بې چاره  شي   له سرو شونډو نه دې مۍ د ناز څڅيږ ي جا م  په لا س ورته رندان اره اره  � �ي   چي پلو ستا د پښتو ن پړ و ني و يني د نړ ۍ شا لو نه خوشي مسخر ه  شي   سر اوځان له تا نه ځار شه پښتو ن عشقه خو چي وخا ندې اغيا رته زړه پا ره شي   ز ه به څ نګه  د بل  مخ  سترګو ته  ګور م ستا چي مل خواږه  ياد ونه  ننداره شي   خد متګار به دي اخر دغاړې هار شي درقيب  به را ښکاره اص� �ي څېره شي   محمد يوسف خدمتګار مزدورزوی کلا کر ويک   نا� �وې   ",يادونه 4098,,"   تيره شپه اسرائيلي ځواكونو دفلسطين دپارلمان مشر ډاكټر عزيز الدويكي په خپل كور كې نيولى او له ځان سره يې بيولى دالدويكي نيول دحماس دمشرانو او دفلسطيني ادارې دچارواكو دنيولو دلړۍ په ترڅ كې راځي. دخبر پخلى داسرائيلو دپوځ يوه وياند خبري رسنيو ته كړى اسرائيل دحماس په مشرۍ دفلسطين دكابينې دغړو او مشرانو نيول دتروريستانو نيونه بولي. دعزيز الدويكي ميرمنې ويلي چې خاوند يې اسرائيلي ځواكونو په بد حالت كې نيولې او له نوموړي سره يوځاى دفلسطين دپارلمان پورې اړوند اسناد او كمپيوتر هم وړي. ",دفلسطين دپارلمان مشر اسرائيلو نيولى. 4099,,"   دالقاعدې مرستيال ايم ن الظواهري په يوه ويډيو كيسټ كې ويلي چې دصليبي لښكرو په وړاندې دجګړې پرموخه له القاعدې سره په مصر كې يو لړ اسلامي ګوندونه او ټولنې يوځاى شوي نوموړي دا هم ويلي چې له صليبيانو سره به جګړې ته دوام وركوي. دايمن الظواهري دخبرو په اړوند په مصر كې ځينو اسلامي ډلو غبرګون ښوولى دغو ګوندونو ويلي څوك چې له القاعدې سره يوځاى شوي خپل شخصي نظر يې دى او د اسلامي ګوندونو استازي نه كوي.   ",الظواهري: دمصر اسلامي ډلې له القاعدې سره يوځاى شوي. 4100,,"  ميدان ښار كښې دوه سوه او دوه هټيزماركيټ پرانستل شو.دهرې  هټۍځمكه دميدان وردګوولايت دښاروالۍ لخوا د(3500)افغانيو په بدل كښې هغو هټيوالو ته وركړل شويده،چې په ميدان ښار كښې يې له وړاندې خټينه هټۍ درلوده.  دهټيودجوړښت چارې دنوموړي ولايت دځانګړيوانجينرانو ترڅارنې لاندې، د`امرخېل وروڼو او ذينل ودانيز شركتونو` لخوا دهـټيوالوپه ځاني � �ګښت،  په دريو مياشتوكښې ترسره شويدي. دمڼدوي دپرانستې پرمهال دميدان وردګوولايت والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي خوښي وكړه چې دهغه منډوي پرانسته كوي، چې خپله يې بنسټ ايښى دى.  دنوي ماركيټ په اړه دميدان وردګوولايت مرستيال ښاروال ښاغلى انجنيرفقيرالله  وايي:` په ميدان ښآر كښې دا لومړى عصري ماركيټ د� �، چې دميدان وردګوولايت والي په ابتكار جوړېږي.`` هغه دنويوهټيو پرارزښت رڼا واچوله اوويې ويل چې پخوادم يدان ښار بڼه يوه بازارګوټي ته ورته وه.ددې ډول ماركيټونو په جوړولوسره به ميدان ښار دريښتينې ښار شكل غوره كړي. او يومهال به لوى تجارتي مركز وګرځي``  همدارنګه تېره ورځ په ميدان ښار كښې دپوهنې دپرمختيا او خن� �ونو لېرې كولولپاره دميدان وردګوولايت دوالي ترمشرۍ لاندې لويه غونډه جوړه شوې وه. دغې غونډې ته دميدان و� �دګوولايت ټول ولسوالان، دمعارف  او ښوونځيو مديران راغلي ول.ټولودپوهنې په  لارې كښې پرپرتوستونزو او د امنيت پر ټينګښت خبرې وكړې. ",ميدان ښار كښې دوه سوه او دوه هټيز منډوي پرانستل شو. 4101,," د ايتلافي ځواكونو په يوه خبر پاڼه كي راغلي چي كندهار ښار ته څرمه د نساجي فابريكې سره نيژدې د آيساف پر ځواكونو ځانمرګى بريد وسو چي له امله يې يو سرتېري زخمي سو.خو د عيني شاهدانو په وينا په بريد كي د آيساف ځواكونو يو موټر په بشپړ ډول له منځه تللى دى، چي ښايي د مرګ ژوبلي كچه يې هم تر يوه ډېره وي. ",كندهار ښار ته نېژدې ځانمرګى بريد وسو 4102,,"   دهلمند ولايت امنيتي چا� �واكو ويلي چې تيره ورځ ددغه ولايت دګرمسير په ولسوالۍ كې لس طالبان امنيتي سرتيرو وژلي خو چارواكو دولتي س� �تيرو ته دزيان په اړه څه ندي ويلي.    ",دهلمند په ګرمسير ولسوالۍ كې لس طالبان وژل شوي 4103,," افغان ليكوال او شاعر ډياسنګ آنجان چي تېره اونۍ په سپين بولدك كي د پاكستاني پوليسو له خوا نيول سوى و، وروسته له څلورو شپو بند څخه خوشي سو، نوموړى اوس كندهار ته پر لاري دى، چي په اړه به يې نور جزيات وروسته خپاره سي. ",افغان شاعر او ليكوال ډياسنګ آنجان خوشي سو 4104,,"   دسترې محكمې لپاره دنهو وړاندې شويو غړيو په منځ كې قاسم هاشمزى دولسي جرګې دنن غونډې تر تودو بحثونو وروسته دسترې محكمې له غړيتوب څخه وګرځاوه. ښاغلي هاشمزي ٧٩ مخالفې او 88 موافقې رايې له 12 ممتنيع رايو سره ګټلې وې خو لا يې هم ونشو كړاى دباور رايه وګټي. ",ولسي جرګې دمحكمې يو غړى ونه مانه. 4105,,"   نن دحزب الله ډلې داس� �ائيلو شمال دكفار جلعادي سيمې ته توغندي وتوغول چې له امله يې 12 اسرائيلي سرتيري وژل شوي او له لسو زيات نور بيا ټپان شوي داسرائيلو تلويزيون هغه تصوير وښود چې پكې اسرائيلي وژل شوي سرتيري يوځاى غونډ پراته دي. ",دحزب الله په توغنديو 12 اسرائيلي سرتيري وژل شوي. 4106,,"   له ننګرهار څخه خپريدونكې مهالنۍ كلتوري او ټولنيزې مجلې تور غر پرلپسې درېيمه ګڼه له چاپ څخه تازه راوتې دا مجله دتورغر علمي او فرهنګي ټولنې له لو� �ي دعبدالعزيز غيرت په مشرۍ او دعبدالواسع انتظار په چلونې خپريږي.   ",تور غر مجله له چاپ څخه راووته. 4107,,"   په كابل كې دايساف ځواكونو له لوري بينوا ويبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه كې راغلي چې ددغو ځواكونو يو سرتيرى نن دهلمند په موسى كلا ولسوالۍ كې دطا� �بانو له لوري په ډزو كې وژل شوى. دغو ځواكونو ويلي چې سرتيري يې سيمې ته دعملياتو دكولو لپاره تللي ول چې دطالبانو تر بريد لاندې راغلل. ",په هلمند كې دايساف يو سرتيرى وژل شوى. 4108,," د تركيې د دفاع وزير وجدي ګونول كابل ته په خپل سفر كي له افغانستان سره د خپل هيواد پر همكاري ټينګار وكړ، او ويې ويل چي تركيه به د افغان پوځ په روزنه او هغوى ته د تجهيزاتو به برابرولو كي مرسته وكړي.ښاغلي ګونول د افغانستان له دفاع وزير سترجنرال عبدالرح يم وردګ سره په يوه ګډ خبري كنفرانس كي وويل چي هيواد به يې سږكال د افغانستان له دفاع وزارت سره يو مليون � �الر مرسته وكړي چي د پوځ په روزنه كي كار ځني واخلي. ",تركيه د افغانستان له دفاع وزارت سره مرسته كوي 4109,," سردار ډياسنګ آنجان چي تېره چارشنبه د زمري پر ۱۲مه د افغانستان_پاكستان پر پوله د پاكستاني پوليسو له خوا نيول شوى و، نن يكشنبه د زمري پر ۱۵مه را خوشي او د شپې پر نهو بجو كندهار ښار ته په داسي حال كي راورسېد چي د كندهار فرهنګيان يې د ګلونو ګېډۍ په لاس هركلي ته ور وتلي وه. سردار ډياسنګ آنجان چي تېره چار� �نبه د زمري پر ۱۲مه د افغانستان_پاكستان پر پوله د پاكستاني پوليسو له خوا نيول شوى و، نن يكشنبه د زمري پر � �۵مه را خوشي او د شپې پر نهو بجو كندهار ښار ته په داسي حال كي راورسېد چي د كندهار فرهنګيان يې د ګلونو ګېډۍ په � �اس هركلي ته ور وتلي وه.ښاغلي آنجان بېنوا ويباڼي ته وويل چي دى د نيولو له مهاله بيا تر خوشي كېدو پوري د � �ي، ايس آى د پوليسو له خوا په پرله پسې توګه په خورا وحشيانه او نا انساني توګه ووهل شو. د ده په وينا چي لومړى خو يې دا اقرار ځني اخيستئ چي دى د هند جاسوس دى، وروسته چي يې ورباندي ثابته نه كړه، بيا يې د افغانستان جاسوس ورته ويل.دى وايي چي ما ورته ويل، كه زه د هند يا افغانستان جاسوس واى بيا نو څنګه په خپله مذهبي جامه كي � �اتلم، د جاسوسۍ په بڼه به راتلاى، خو هغوى راسره نه منل او پنځه_پنځه دقيقې وخت به يې راكاوه چي فكر وكړم او حال ورته ووايم، تر هغه وروسته به يې بيا تر وهلو لاندي واچولم او سخت عذاب به يې راكړ.ښاغلي آنجان لستوڼي پورته كړل او خپل ژور پرهرونه يې وښوول چي له ورايه د پاكستاني پوليسو وحشت ترې ښكارېده.ښاغلي آنجان وويل چي تر دې نو د زيات وحشت تصور نه شي كېداى، وايي چي ده به هرڅه ورته ويل چي دى په كويټه كي د پښتو ادبي غورځنګ له خوا جوړ شوي سېمنار ته بلل شوى دى خو هغوى به بيا هم نه ورسره منله.د ښاغلي آنجان په نيول كېدو لر و بر افغانان او په ټوله نړۍ كي خواره واره افغان ډېر خواشيني وو، او تر خپله وسه هريوه پرله پسې هڅي كولې چي دى راخوشي شي، ځكه چي � �نجان صاحب ډېر مينه ناك او پر ټولو فرهنګيانو ډېر ګران شخصيت دى، چي ټول يې له شعري هنر سره مينه لري.ښاغلي � �نجان له ټولو فرهنګيانو او په ځانګړې توګه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت، په كويټه كي د افغانستان قونسلګري او د كندهار د بهرنيو چارو رياست څخه د ده د راخوشي كېدو په لار كي له هلو ځلو څخه ډېره خوښي وښوده. نوموړي وويل چي دى نه پوهېږي د دوى ميني ته په څنګه الفاظو مننه ووايي، ښاغلي آنجان به سبا ورځ لا په كندهار كي وي او بل سبا به د خپل كور پر لور كابل ته ستنېږي. ",ډياسنګ آنجان له بنده خوشي او كندهار ته راورسېد 4110,دحضرت حمزه با با(رح ),"        (فكري ت� �بيت)                       ",په مورنۍ ژبې دزده كړې داهميت په اړه دحضرت حمزه با با(رح ) نظم 4111,هارون خپل,"   د لوی اور، لمبو اخګر سوم خدای دي خېرکړي د سخت سوز و درد شرر سوم خدای دي خېرکړي  زما خاموش اواز غوغا کړه په عالَم کي اوس تر هر ظاهر اظهر سوم خدای دي خېرکړي هيڅ کرار او ارام نسته زما روح کي د څپاند بحر بستر سوم خدای دي خېر کړي د ګرداو په تل کي ګرزم ساحل پاته   بياغوټو کي لر او بر سوم خدای دي خېر کړي نور پر سمه، اوارۍ مزل بې خونده ځکه مخ پر دښت و غر سوم خدای دي خېر کړي د يوه په لټه ګرزم  دوري، هو� �ي په بل سېر، په بل چکر سوم خدای دی خېر کړي  د هستۍ  له کوره  خېژم  ونېستۍ ته نور تر دې عالَم بهر سوم خدای دي خېرکړي چي بې ياره مي سجود دکعبې نه کړ نن په دار د دې کېفر سوم خدای دي خېرکړي زه هارون له بله درد کله فريادکړم   چي په غم د يار اوتر سوم خدای دي خېرکړي   ",خدای دي خېر کړي! 4112,هارون خپل - انګليستان," د اسمان په لمـــــــــــــــــــ� �ـــر مي زړه کــــــــــــــــله روښــــان ســـــــي چي يې مخ کــــــــــــــ� �ـــــــــــله ښکاره کــــــــــــــله پِنــهــان ســــــــــي کـــــــــــ� �ـــــــــله ناز، کــــــــــــــــــــله عِشــــــــــوه، کلـــــــه اداکـــــړي کـــــــــــــــله مخ په  پـــــــــــــــلو پټ کـــــــــــــــــــړي خِرامـــــ� �ان سي کله سوز  يې  په کوګــــــــــــل کي  جـــــــوش ، غوغـــــــــا کړي کــــــــــــــــــــــــله  اوښکي يې له ســــترګو پرګرېــــــــــوان ســــــي تــه وا دی هــــــــــــــــم لــــــه بېلتــــــونــــه ســــــوځـ� �ــــــــــي اور دی چي کورې غوندي انګــــــــــــــــــــــــــــــــار پا� �ي،سوزان ســـــــي کــــــــــــــــــله تــــــــــل د اندېښنو تـــــــــــ� �ــــــه مــــــي را رســــــــــــي کــــــله درد مــي د زړګـــي په ده درمـــ� �ـــــــــــــــــــــان ســـــــــــــــــــي چي لښــکر د تيــــــــــــــ� �ـــارو مخ د زړه پر مــــــــــــــــــــــــلک کړي د آفتاب ، مهـتاب په نور کــ� �ــــــــــــــــــــــــله رُخشـــــــــــــــان ســي نن داســــوړ او تاريـ� �ک زړه مــي د بــل لمر ميـــنه، هــــواکــــړي هسي لمر چي ، له غوبـــــــار و له سحابه په امـــــــــــــــــان ســــي چي جلوه مي د دې لــــــــــــــــــــــ� �ـــــــــــــــــــــــمر پر زړګي پرېوزي لنګ و لاښ بڼ کي سا پو د  بهــــــــ� �ــــــــــــــــــــــــــــــــــــاران ســي هرزړګی به عـــرش ، مِـــعراج ، د جليـل کــــــــــــــــــــور کــــــــــړي چي پر غـــــولي يې رڼا د خـــــ� �ــــــــــــپل جـــــــــــــانـــــــــــــان ســــي تجـــــــــــــــــ� �ــــــــلا يې په هر آن، په هــــــــــــــــــر مکــــــــــــــــان وي نو� �انـــــــــــــي پرې کور وګور، مځکه، اسمــــــــــــــــــــــان ســـــي ما هارون غوندي به پــــــــــــــــــــــــټ او ښکــــــــــــــــاره ګــــــوري چي د زړه حـــــــــــــرم د چـــــــــــــــــــــــــا مــَــلْک د سبحــــــــان سي هارون خپل - لندن انګليستان ", د اسمان اوجــــانــان لـــمر 4113,سليم تايب لندن,"  سليم تايب/لندن   عرب او يهود د تاريخ په اوږدو کي په کورني کړکېچ او جګړو کي ښکېل قومونه دي او سيمه يې تل د مذهبي تاړاکونو او جګړو م يدان وو، چي د سيمي اصلي اوسېدونکي  فلسطينيان او يهود د خپل ټاټوبي نه څو واري په کډه مجبور شوي دي. د دوهمي نړيوالي جګړې په اوږدو کي کله چي يهودو په ښکاره د هيټلر د جنګي سياست سره دښمني په ډاګه کړه، د هيټلر د غبرګون په نتيجه کي په ميليونونو يهودان د مرګ دام ته ودرېدل. همداعلت وو چى د دوهمي نړيوالي جګړې نه وروسته د يوه پايماله ملت په توگه د دوى د سياسي او بشري حقوقو اعاده د نړيوالو د پام وړ وګرځېده، خو دغو هيوادونو خپلو اقتصادي او سياسي اهدافو ته كړکۍ پرانيستې پرېښوده. په ١٨٩٧ او په ١٩١٧کال د بالفور په اعلاميه کي کله چي يهوديانو په نړۍ کي مهاجرت تېراوه د يوه اسرائيلي دولت د جوړېدو غوښتنه شوې وه. او دې غوښتني په فلسطيني خاوره کي د برتانوي استعمار د پاى ته رسېدو سره سم د عمل جامه واغوستله او په ١٩٤٨ کال د مى ١٤مه د ملګرو ملتونو د پرېکړي سره سم د برتانيي او د دوهمي نړيوالي جګړې د ګټونکو هيوادو په مرسته او ملاتړ په منځني ختيځ کي د اسرائيلو دولت رامنځته شو. د اسرائيلو دپاره په داسي حال کي چي د اروپا او ام� �يکا له کچي سره د تل ابيب په دښتو کي ژوند د پرتلې وړ نه وو خو د خپل سياسي هويت او صيهونيزم د فلسفې پر ماهيت او په پلارني ټاټوبي کي د راتلونكي بسيا او مصئون ژوند ضمانت هغه روحيه دومره ځواکمنه کړې وه چى تر نيل او فرات پوري د امپراطورۍ خوبونه يې په رښتيا ورمعنى کېدل، صيهونيزم يې د يووالي سمبول او شتون يې ٦٠٠٠ کلنه عقيده وګ� �ځېده او د راتګ سره سم يې په  منځني ختيځ کي د پراختيا هلي ځلي پيل کړې.  له دې سره سم د فلسطينيانو او عربانو خښم او عضب جوش خواړه او د يهوديانو په زړونو کي د کينې او انتفام لمبې لا تودېدلې او په ١٩٤٨کال کي اسرائيلو د ځمکو د پراختيا په نامه د همسايه فلسطين ٧٧ فيصده ځم که تر خپلي ولکې لاندي راوستله. د اسرائيلو دا تجاوز عربي نړۍ او اسلام ته ګواښ وبلل شو او عربي هيوادونو د غوسې نه ډک عملي غبرګون وښودئ او په همدې کال کي مصر، اردن، سعودي عرب، عراق، سوريې او نورو عربي هيوادونو د ف� �سطين تر پولو تېر شو او د اسرائيلي قواوو سره لاس په ګرېوان شول. له ٨ مياشتنۍ جګړې نه وروسته د فلسطينيانو يوه اندازه ځمکه بيرته د مصر او اردن لاس ته ورغله ولي په حقيقت کي عربي نړۍ د اسرائيلي پوځ په مقابل کي ماته خوړلې وه. کله چي جمال عبدالناصر د مصر جمهوررئيس د سويس د کانال د ملي کېدو، د عربو د يووالي او د ف� �سطينيانو د حقوقو دپاره مبارزه کوله د يهودو او د هغوى د متفقينو د سخت غبرګون سره مخامخ شو او په ١٩٦٧ کال  د٦ ورځني جنګ په نتيجه کي دسينا صحرا د جولان لوړي، د اردن د رود غاړي، لوېديځ بانک (ويست بانک ) او بيت المقدس د اسرائيلو لاس ته ورغلل. فلسطينيان د سيمي څخه مهاجر شول او ع� �بي نړۍ خپلې سياسي اونظامي ماتې ته مجبوره شوه. د اسرائيلو پوځي پياوړتيا، د لوېديځي نړۍ سياسي او اقتصادي م� �اتړ، مغرور عرب له درانده خوبه راويښ کړل او نور هغه وخت نه  پاته چي په اشارو به يې م� �کونه فتح کول او د اسرائيلو سره په دايمي سرخوږي اخته شول. په ١٩٦٤ کال کي د فلسطينيانو د حقوقو د اعادې مبارز غورځنګ رامنځته شو چي د  ١٩٦٨ کال را په دې خوا يې مشري ياسر عرفات کوله چى د يوې اوږدې مبارزې دپاره يې توان او حوصله راو ټوکوله.  په ١٩٨٢ کال د اسرائيلو پوځ د خپل امنيت د ساتلو او د فلسطيني وسله وال مقاومت د ځپلو دپاره د لبنان جنوب ته چي فلسطيني کډوال پکښي اوسېدل ننوتل، د صبرا او شکيلا په کمپونو کي يې عامه وژنه وکړه او فلسطينان يې بيا مهاجرت ته مجبورکړ� �.  په ١٩٩٣ کال د سپتمبر په ١٣ مه نېټه د فلسطين د اوږدې مبارزې په نتيجه کي د م لګرو ملتونو د پرېکړي سره سم فلسطينيانو په خپله خاوره کي د اسرائيلې حاکميت لاندي د يو خود ګردانه تشکيلاتو دولت د جوړېدو اجازه تر لاسه کړه. فلسطينيانو د الفتح تر رهبرۍ لاندي سوله ايز ژوند ته په شوق او خوشحالۍ د رات� �ونکي روښانه سبا په اميد او د بيت المقدس په ارمان د اسرائيلو شته والى ومانه او په خپل پلارني ټاټوبي کي مې� �ت شول او اسرائيلو هم د يو خود مختاره ايالت په توګه يو لړ امتيازات ورته ورکړل. مګر په فلسطيني جنبش کي د حم اس او ځينو نورو وسله والو ډلو اسرائيلي دولت ناقانونه او اشغالګر وباله او وسله والې مبارزې ته يې دوام و� �کړ. په ٢٠٠٦ کال کي کله چي د حماس سازمان د نړيوالو څارونکو تر نظر لاندى د انتخاباتو له لاري د فلسطين واګي په لاس کي واخيستې، د پخوا په شان يې د اسرائيلو سره خپلې پاليسۍ ته بدلون ورنکړ او اسرائيلو هم د ح ماس دولت د پخواني دښمن په سترګه وپېژانده او شته والي ته يې د ګواښونو پلمې لټولې. ځکه د اسرائيلو دپاره په جنوب کي حماس او په شمال کي حزب الله ښکاره ګواښ وو او په هيڅ وجه ورته د زغملو وړ نه وو ځکه نو شخړو ته بهانه وزېږېده او د حل لاره يې په پوځي عملياتو پيل کړه چي اساسي موخه يې د حماس د دولت ړنګول او د حزب الله بې وسلې کول وو. اسرائيلو د خپل سياسي او امنيتي حق په ساتلو، د خپلو اتباعو د مصئونيت او جنګي اسيرانو د خ� �اصون په نامه، د حزب الله او حماس د ځپلونيت کړى وو. او په دې توګه اسرائيلو د ١٦٨٠٠٠ عسکرو،٤٩٥ هوايي ځواکونو او د ٣٦٠٠ نه زياتو ټانکونو ته د تيارسي امر ورکړ او په عملي توګه نا اعلان شوي او غير متوازن جنګ پيل شو. د اسرائيلو دا عمل چي د امريکا او ځينو لوېديځو هيوادونو ديپلوماتيک ملاتړ ورسره وو، جګړه يې لا نوره هم توده کړه. د جګړې لويه قرباني ملکي وګړي،عام المنفعه تاسيسات  او حتى د ملګرو ملتونو څا� �ونکى وو. اسرائيلو که څه هم  يوازي ډيپلوماتيک تاسف ښودلى خو د خپل عمل پړه يې پر لبنان اړولې ده نو ځکه په پوځي عمل کي بدلون نه دى راغلى. امريکا او لوېديځه نړۍ پرته له دې چي د کړکېچ اصلي ريښې ته پامل� �نه وکړي، غواړي حزب الله او حماس چي د سيمي د دايمي سولي د اختلال عاملين او خنډ بولي، د اسرائيلو په واسطه و ځپي او په سيمه کي د سولي او ثبات نوى مډل ازمايښت کړي.   حزب الله، اېران او عربي نړۍ: حزب الله چي لبناني اتباع دي شيعه مذهبه وسله وال سازمان دي او د لبنان په دولت کي د پوره اقتدار لرونکي دي د ١٩٨٢ کال را په دې خوا کله چي اسرائيل لبنان ته د فلسطينيانو د ځپلو په بهانه ننول او ١٨ کاله د � �بنان په جنوب کي د اسرائيلو د امنيت  په بهانه پاته شول، د حز ب الله وسله وال سازمان د خپل هيواد د آزادۍ او د فلسطينيانو د حقوقو د اعادې دپاره د اسرائيلو د اشغال په مقابل کي وسله واله مبارزه پيل او دوام ورکړ. داسازمان چي په اټکل د اېران مالي او سياسي حمايه ورسره وه د لبنان په جنوب کي د اسرائيلي قواوو سرخوږى وو او په ٢٠٠٠ کال د اسرائيلى پوځي ځواکونو په وتلو کي خپله ونډه وتلې بولي. اېران د تاريخ په اوږدو کي د عربي سردارانو سره مخالفت درلودى ځکه د اېران مدنيت او امپراطوري د عربي سردارانو په لاس ړنګ شوي دي او اسلام ته په راتګ سره يې خپلي سياسي موخي وساتلې. نن هم په ځينو عربي او نورو اسلامي م حافلو کي د شيعه او سني مذهب د پيروانو ترمنځ پټ او ښکاره اختلافات شته چي تفاوتونه يې سياسي ډګرته داخل شوي دي او عربي نړۍ د اېران د نفوذ سره په سيمه کي توافق نلري. په اوس کي د عربي نړۍ محافظه کاران چي د اس� �ائيلي دولت د شته والي څخه چاره نلري ځکه اسرائيل په سياسي، اقتصادي او پوځي لحاظ پياوړى دولت دى او دښمني يې د دوى دپاره په معاصر سياست کي نه يوازي زيان دى بلکي د دولتونو د بقا سره يې تړاو لري، د حزب الله او حماس شته والى د سيمي سرخوږى بولي، او د دوى لمسوني کولاى شي اسرائيلو ته د بريد دپاره بهانې په لاس ورکړي او ګتي يې د خطر سره مخامخ کړي، نو له دې کبله په سيمه کي د دايمي سولي د فورمول سره چي د هر لوري وي موافقت لري. خو د بلي خوا د فلسطين د مقاومت قرباني او دآزادۍ دپاره مبارزه د عربي نړۍ دپاره د تاريخي بقا سمبول دى.   اوسنى کړکيچ: په لبنان او غزه کي د اسرائيلي پوځيانو يرغمل کېدل په يوه وخت کي په داسي حال ترسره کېږي چي محمود عباس د الفتح د سازمان مشر د عمومي ريفرانډم غوښتنه کوي او په عراق کي د ام� �يکائيانو پاليسي او پوځي تاکتيک له ماتي سره مخامخ کېدونکى دى، د حيرانتيا وړ پېښه ده. داپېښه که تصادفي وي او يا استخباراتي پلان شوې جګړه وي خو په کړکېچ واوښتله. پوښتنه کېږي چي ولي حماس او حزب الله په داسي حساس وخت کي اسرائيلو ته په خپل لاس بهانه ورکړه. مدبر سياسي اقدامات او که احساسات؟. آيا د حماس د دولت شته والى په داسي کړکېچ کي مصون دى او آيا دا لوبه د وخت نه وړاندي نه ده؟  په لبنان کي د حزب الله گټي په کوم سياسي او پوځي تاکتيک کي نغښتي وې؟ ځکه په پوځي اوسياسي تاکتيک کي بايد د دښمن ځواک وڅېړل شي، موخي روښانه، ګټه اوزيان سره پرتله شي. د اسرائيلو له حملې سره سم د امريکا د متحده ايالاتو حکومت د نوي منځني ختيځ خبري پيل کړې،حزب الله يې د پيښومسئول و باله او د اسرائيلو حمله يې د امنيت دپاره اړينه وګڼله ترڅو د حم اس او حزب الله سياسي او پوځي امکانات ورکمزوري کړي. د اسرائيلو حمله د لبنان په جنوب کي د هغې حملې سره ورته ده کوم چي په ١٩٨٢ کي يې د فلسطيني مقاومت د ماتولو دپاره وکړه په نتيجه کي يې د صبرا او شکيلا په کم پونو کي عامه وژنه وشوه او فلسطيني مقاومت په زور له سيمي، بل مهاجرت ته مجبور شو او په دې توګه اسرائيلي ځواکونه تر ١٨ کلونو پوري په لبنان کي پاته شول. نن هم د حزب الله شته والى د هغه فلسطيني مقاومت سره ورته دى کوم چي ٢٤ کاله وړاندي په همدې سيمه کي رامنځته شوى وو او د ځپلو دپاره ېې هم دهغه پخواني فورمول څخه کار اخيستل کېږي.   اسرائيل: اسرائيل غواړي حزب الله او حماس و اسرائيلي دولت ته د ګواښ او سرخوږي په توګه د خپلي لاري ليري کړي او د حماس او حزب الله د ورکولو او يا لږ تر لږه د دوى د مقاومت او استحکاماتو د ماتولو جدي نيت لري. په اوږده واټن کي کمزورى کړي چي د بيا راپورته کېدوامکانات يې لږ  وي. او په عين حال کي د لبنان د خلکو په زړونو کي داسي کينه وکړي چي دلبنان د خرابي اصلي عامل ح زب الله وګڼي او په دې توګه د بې اتفاقي او کينې تخم وکري. په ناڅرګند هدف کي غواړي داثابته کړي چي د امريکا او اسرائيلو په پاليسي کي بدلون نه دى راغلى. او په دې پوځي عملياتو د عربو نړۍ او اېران ته ثابته کړي چي اسرائيل هم د دفاع او هم د تعرض پياوړي امکانات لري او د ځمکي د نقشې نه د ورکولو نيتونه به لا د وړاندي په خاوروکړي. اس� �ائيل غواړي د خپل ستراتيژيک دوست امريکا ګټي هم په سيمه کي ژوندۍ وساتي ځکه دحزب الله ځپل او کمزورتيا به په عراق کي د امريکا د اوږو نه لږ څه بار را کم کړي او اېران ته به سيکالوژيک ګذارورکړي. همدارنګه په سياسي ډګر کي اسرائيل غواړي د نورو عربو سره په دوستي او يا په نه تعرض کي ژوند وکړي او اړينه يې بولي چي خپلو اسرائيليانو ته د امن او سوکالۍ وعدې ور پوره کړي، او هم غواړي د نړۍ د مسلمانانو دښمني راکمه او لږ تر لږ ه ډيپلوماتيکي اړېکى ورسره  ولري. او د امريکايي ګوډي په توګه په خپل موقعيت کي بدلون � �اولي.   نتيجه: د اسرائيلو حمله په لبنان کي يوازي د حزب الله سره دښمني نه بلکي د لبنان بې دفاع او ملکي وګړي د دې جنګ اصلي قرباني ده، او د نړۍ  حکومتونه په ډېره بې تفاوتي د دې نامتوازني جګړې د فلم په کتو دي. آيا د خلکو وژنه، مهاجرت او د ملي تاسيساتو ورانول يوازي د حزب الله د ګناهونو نتيجه ده؟ د جينوا د تړون له مخي د ملکي وګړو، ماشومانو، ښځو او زړو خلکو وژنه په هر نامه چي سرته رسېږي جنايت او د محاکمې وړ دي او هغوى چي د داسي جنايت هڅونه کوي دبشري قوانينو په جرم محکوم دي . او هم هر هغه څوک چي ملکي وګړي د ځان سپر کوي هم جنايت دى. خو دا به له هر ډول نظامي منطق نه ليري خبره وي چي د ملکي وګړو منځکي وسله وال کسان بې وسلې شي. دا ځکه په جګړه کي د دفاع سپر بې ګناه وګړي دي او د جبهې وروستى مورچل د دښمن وروستى مقاومت دى. د لبناني کور د دوى د ژوندانه ټوله شته دي خو هيچا دا ضمانت نه دى ورکړى چي د بي� �ته راتګ سره به هرڅه سلامت ورکړي. ځکه وينو هرڅه په کنډواله بدلېږي. آيا د لبنان په جنوب کي هر کور د حزب الله مورچل دى او يا د حزب الله د کورنۍ ښځي او واړه ماشومان هم تروريستان دى. داسي توجه د ديموکراسي د قرن عدالت نه دى او نه انساني خواخوږي ده. خو په اسرائيلي خاوره کي هر انسان نظامي هدف نه دى. پوهېږو چي اسرائيل به لبنان په زور تر خپلي ولکې لاندي راولي خو ملتونه په زور تابعيت نه قبلوي. او ممکنه نه ده چي د فلسطين خاوره خپله کړي او دوام به يې هغه ناتاروي کوم چي په تېر اوږده تاريخ کي ډېرساري لري او يا په اوس کي چي د امريکا پوځ په عراق کي ورسره مخامخ دى. او د بلي خوا اسرائيل نه يوازي چي په سيمه کي نفاق نشي کرلاى بلکي برعکس د حزب الله او فلسطين سره د لبنانيانو او نوري مسلماني نړۍ ملاتړ  رازياتولى شي. په ک� �اله کي  د سوريې د هيواد ونډه هم څرګنده ده. ځکه سوريه هيڅکله په دې قانع نه ده چي د جو� �ان لوړي دي  د اسرائيلو په واک کي پاته وي او د خپل حق غوښتونکي دي په داسي حال کي چي امريکا او نوره نړۍ سوريه په دې حوادثو کي مسئوله گڼي او د حل کيلي يې د بشار الاسد په لاس کي ويني. د امريکا حکومت ته به ګرانه وي چي له دې لاري د سوريې حکومت ته سقوط ورکړي او يا دننه پکښي بد� �ون راولي ځکه د سوريې د حکومت ړنګېدل عربي نړۍ ته ګواښ دى او د دې بحران څخه وتل ستونزمن کار دى. او که چيري ام� �يکا غواړي د دې لاري اېران په نظامي او سياسي زور ووهي نو د يوې جبهې نه به په څو جبهو کي ښکېل شي. او د داسي کړکېچ اوږدوالى ممکن د لويو ځواکونو د مداخلې سبب شي او د يو لوى تصادم امکانات به برابرکړي.  داجګړه به هيڅکله دايمي سوله رانه ولي، نه به حزب الله او حماس بې وسلې شي او نه به د حزب الله او حماس ټول خوبونه رښتيا شي او نه به د اسرائيلو حکومت اسرائيلو ته د نيل او فرات وعدې ور پوره کړي اونه به امريکا د سولي د لاري تاج پرسرکېږدي.   د حل لاره: د دې ستونزي د بنسټيز حل وړانديز چا نه دى کړى. او د تاريخ په اوږدو کي څوک ونتوانېدل چي منځني ختيځ ته د حل اساسي لاره راغبرګه کړي. که څه هم د جورج بوش حکومت يو نوى منځنى ختيځ غواړي، خو دا يوازي هغه ارمان دى چي په تېره کي هم د نړۍ زمامدارانو ازمايښت کړي او د ځانه سره وړي دي. د حل لاره بايد د هغه په علت او معلول کي ولټوله شي او د ستونزي اساسي ريښې ته بايد پاملرنه و شي. ترڅو د دې مسئلې بنسټيز او حقوقي اړخونه حل نشي د دايمي سولي رامنځته کېدل له امکانه ليري ب� �ېښي. او دا هغه څه دي چي دلته نا انصافه وېش ترسره شوى دى ازلي برخي يوازي شخړي او جګړې دي مرګ او ژوبله د يوه، خو سوله او بسيا د بل چا په نصيب دي. څوک د ابا يوې ټوټې ځمکي ته احتياج دي او بل په فرات کي خپل اغزن دېوال غواړي. د سياست د اوږدې لاري حل هغه وخت د اعتبار او قناعت وړ دى چي په ستونزه کي ښکېلي خواوي د دايمي سولي دپاره هوډ، حوصله او قناعت وکړي. د اوسني کړکېچ اساسي علت د اسرائيلو د خوا د عربو د ځمکو ولکه ده چي د عدالت تله يې نامتوازنه ده. د هرڅه نه وړاندي بايد خواوي د حل د لاري اصلي علت وڅېړي. د فلسطيني خاوري اعاده  فلسطينيانو ته او د دوى خواراديت ته درناوى، د سوريې د قبضه شوو ځمکو بيرته سپا� �ل، د لبنان او اردن د غاړو د سرحدي ستونزو حل. عرب او فلسطينيان هم بايد اسرائيلو ته په اسرائيلي محدوده کي د ژوند حق ورکړي.   ",دمنځنى ختيځ کړکېچ اوريښې ( د سليم تايب ليکنه) 4114,بابوزی,"  پرانستئ � �يک د بابوزي په قلم اورېدل کيږي چي د افغانستان اولسمشر په بلنه د پاکستان اولسمشر افغانستان ته تلونکئ دئ . او څه مهال وړاندي افغان اولسمشر هم پاکستان ته  په  مېلمستيا بلل شوئ او ت� �لئ وو.  د دې تلو راتلو سره سره  ستونزه  نه يوازي دا چي حل کيږي نه بلکي لا نوره شُړيږي  . هغه وخت چي پاکستان د اسلام او افغانستان څخه د ساتني او ژغورني خبري د جهاد تر نوم لاندي کولې ، زياتو سپيڅلو افغانانو دا د پاکستان مرسته ګڼله او د مسلمان   او ورور هېواد په سترګه يې ورته کتل ، خو اوس چي په افغانستان کي د اولس استازئ دولت جوړ شويدئ ، ولي د پاکستان هغه پخوانيو پلانونو دوام پيداکړئ او د افغانستان د ورانۍ او بر بادي لپاره نوي پلمې او بهانې جوړوي ، او خپل د دښمنئ کرغېڼي موخي  پلي کوي ؟ دا ، او يوشمير نوري پوښتني شته چي په دې سر خلاصي ليک کي يې (( د افغانانو د زړه اواز)) تر سر ليک لاندي  هغه ميز ته د رسېدو په هيله ليږم چي  دواړه مشران به ورته مخامخ کښيني . د هغو افغانانو څخه چي داولسمشرانو د مېلمستيا م يز جوړوي او په ځانګړي توګه د افغان اولس مشر څخه هيله کوم چي  دا ليک بيله لاس وهني (( د افغانانو د زړه اواز)) په نوم ښاغلي مشرف ته وسپاري . ښاغلې مشرف ! افغانان ستاسو څخه دا څو پښتني کوي ، هيله ده په پټه خوله او د لو څښتن ( ج ) په حاضر حضور بللواوخپل وجدان  ته په کتلوسره ، ځواب وواياست ! � �ومړۍ پوښتنه : تاسو ، ستاسو کورنۍ او په پنجاب کي ستاسو نورو اړوندانو ته د زدکړي سپارښت کوئ؟ دوهمه پوښتنه  : تاسو د پاکستان د اولسمشر په توګه د ښوونکو او زده کونکو قاتلانو ته سزا ورکوئ ؟ دريمه پوښتنه  : تاسو ، د لارو ، سړکونو او د عامه ګټو ودانيو ته دزيان اړونکو او شوکمارانو مخه نيسئ ؟ څلورمه پوښتنه  : تاسو ، د داکترانو ، انجينرانو ، ملا امامانو او د عامه ښيګڼو کا� �کونکو ، وژونکي محکومه وئ ؟ پنځمه پوښتنه : تاسو ، د بيګنا ه او خوارو وګړو د وژلو مخنيوئ غواړئ  ؟ ښاغلې مشرف ! ستاسو تر واک لاندي اداره  او اړوندي جاسوسي  کړۍ  په افغانستان کي لاس وهنه کوي . د زده کړو ممانعت کوي ، ښوونکي او زده کونکي وژني ،سړکونه او د عامه ګټو تاسيسات ورانوي ،ډاکتران او ملا امامان وژني ، او په ښخو شويو مېنونو کي يې بي ګنا ه خلک ژوبل او وژل کيږي ، ستاسو تر واک لاندي ځواکونه دا ټولي کرغيړني چاري پر افغان اولس تپي .  که ستاسو ځواب دې پوښتنو ته ، هو ، وي نو مخ مه اړوئ  او دا هو  په عم ل کي  پلې کړئ ، چي هم افغانان ستاسو اسلامي دريځ  ومني او هم به ستاسو وجدان ته درنښت پيدا کړي او که هو واياست خو پلې کوئ يې نه ، بيا به افغانان وايې چي : نمکحرامه پنجابيه په رښتيا چي تاسو نه هغه لرئ او نه دا ! ",دافغانستان او پاکستان د اولسمشرانو په نوم . . . 4115,صديق الله بدر," لويه خدايه  لويه خدايه لويه خد ايه  ستا په مينه په هر ځايه غر ولاړ دى درناوى كې ټولې ژوي په زارۍ كې *** ټول په مينه عبادت كې يو هميش دې په طاعت كې زموږ زړونه كړې روښانه  ته اى لويه عالي شانه  دا تورتم زموږ رڼا كه دا ژړا زموږ خندا كه زړه له زړه سره اشنا كه بې مينې وركه دنيا كه چې شو مينه سر تا پايه لويه خدايه � �ويه خدايه **** چې خوشاله مو شي زړونه ترې په تله شي ټول غمونه  د وفا نوم را ژوندى كړه دا خزان مو پسرلى كړه چې په كارتل د يو بل شو دا پردي نور سره خپل شو چې پردي نور له ژړا شو څومره ښه چې په خندا شو اى په هر څه كې نمايه لويه خدايه، لويه خدايه *** په يوه لار چې په تله شو يوه ژبه يوه خوله شو چې شو يو د بل په مينه توى د يو بل نه كړو وينه كلكې خپلې ا� �ادې كړو زړه نه لرې وسوسې كړو چې منزل ته په مزل شو يو د بل د لارې مل شو داسې وخت راولې خدايه  لويه خدايه لويه خدايه  ګرديز- پكتيا ",لويه خدايه 4116,"احمد جان نوزادی","  زما ماحول ددردونو ډك دي  زما شعرو كي به د� �دونه لولي  زما تنكي ماشوم د لوږي ژاړي  بس دي قطرو كي  دريابونه لولي   دلته غوټي د غوړيدو پر هيز دي  دلته په شونډو كي مسكا وژلي دلته د اوښكو طوفانونه جاري    دلته يي دم يندو تمنا وژلي    دلته لا اوس هم زما د وينو تږي   بس زمونږ د وينو څخه رنګ اخلي  د� �ته ددي وطن مكار دښمنان  زمونږ په مرګونو ځانته ژوند اخلي    دلته ښكلا بس په ځواني كي وژني  دلته ګلونه په غوټي كي وژني   دلته د علم او فرهنګ دښمنان  رښتيا ويل بس په مري كي وژني    له مانه مه غواړه عشقي سندره  د ښكلو پيغلو تور پيكي سندره  له مانه مه غواړه د حورو صفت  دتور اوربل او سره باړخو سندره    زما ماحول ددردونو ډك دي  زما شعرو كي به دردونه لولي  زما تنكي ماشوم د لوږي ژاړي  بس دي قطرو كي دريابونه لولي ", له مانه مه غواړه عشقي سندره 4117,,"   نن خبري ناستې ته دملګرو ملتونو دسرمنشي استازي ټام كونيكس وويل چې ملګري ملتونه دهيواد په سويل او سويل ختيځ دزابل او كنړ په و� �ايتونو كې خپل سيميز دفترونه سيمې ته دبيارغونې دمرستو دبرابرولو پرموخه په نيږدې راتلونكې كې پرانيزي. ښاغلي كونيكس دا هم وويل چې په كندهار او جلال اباد كې ملګرو ملتونو لا له وړاندې خپل ولايتي دفترونه لرل خو دچارو دسمون دلا ښه كولو پرموخه دا نوي دفترونه په دغو ولايتونو كې پرانيزي.  ",ملګري ملتونه دهيواد په سويل كې بل دفتر پرانيزي. 4118,,"   نن دوشنبه دولسمشر كرزي له لوري 5 نوي وزيران چې دولسمشر كرزي له لوري په وروستيو كې وړاندي شوي دولسمشر ددوهم مرستيال كريم خليلي په حضور د پارلم اني چارو دوزير فاروق وردك له اړخه ددغو وزيرانو دلنډې پيژندنې په ترڅ كې ولسي جرګې ته وروپيژندل شول. سوداګرۍ وزرات ته نومول شوی  امين فرهنګ چې پخوا داقتصاد دوزير په توګه ولسي جرګې ته وړاندې شوى وه چې دباور رايه يې ونه ګټله, داطلاعاتو, كلتور او ځوانانو وزارت ته نومول شوى وزير عبدالكريم خرم, داقتصاد وزارت � �پاره نومول شوى وزير جليل شمس, دترانسپورت وزارت لپاره نومول شوى وزير نعمت الله احسان جاويد او دښځو چارو وزارت لپاره نومول شوې وزيره حسن بانو غضنفر دولسي جرګې له لوري دباور درايې داخيستو لپاره پاتې پنځه وزيران دي. ",نوي پنځه وزيران ولسي جرګې ته ورغلل 4119,محمدالله کمال," پیر زرخان د پلچرخي له پاټک سره ډېر وخت انتظار و، هر موټر به چې له پل محمود خان هډې څخه د تورخم او یا هم جلال آباد پر خوا را خوشې شو، او تالاشۍ ته به ودرېد، نو ده به یې موټروان ته خوله وړینګه کړه چې ګوندې تر سروبي پورې یې ورسوي، خو هر ځل به له دې چې ګواکې په موټر کې ځای نشته ځواب سره مخ شو. له ډېر انتظار سره یې پښې شلې شوې، د تالاښۍ د غرفې سره څنګ ته یې د وړوکې توت ونې سیوري ته څادر خور کړ- او پرې کېناست. لږ شېبه په ژورو چورتونو کې ډوب شو، د یو ډول ستومانۍ او بېوسۍ احساس واخیست... دی پخپلو چو� �تونو کې ډوب و، چې یوه تن له موټره د افغانیو لس زریز نوټ ور وغورځاوه او ورته ویې ویل: دعا کوه ... ده څو ورته ویل چې زه په دې کیسو کې نه یم چې خیر ټول کړم، خو موټر روان شوی و.. ده په داسې حال کې چې پخپله بې وسۍ پورې خندا ورغلې وه، هغه نوټ ور واخیست، شاوخوا یې وکتل او بیا یې ورو غوندې پخپل جیب کې غلی کړ. پیر زرخان تر ډېره ناست و، بیا یې تصمیم ونیو، چې یاره موټر خو هسې هم نه پیدا کېږي، سروبی دومره لرې نه دی، باید په یوه لاری یا شانزده بیست موټر پسې ځان ونښلوم، همداسې وو چې لږ شېبه وروسته یو بارداره شانزده بیست را ښکاره شو، او چې کله یې د تالاښۍ کار تمام شو نو ده هم له شانه پسې ودانګل او د موټر شاته یې ځان ونښلاوه، نیم ساعت یې ځان د موټر په شاتنۍ برخه پورې نښلولی وو، کله چې ډاډه شو چې له پاټک نه ښه لرې شوی دی، نو ورو ورو د موټر سر ته وخوت او د موټر جنګلې ته یې ډډه ووهله او پښې یې په کرېټونو هوار شوي ترپال باندې وغځولې. لا یې دمه نه وه جوړه چې د موټر دروازه خلاصه شوه او کلینر سر ورته را ویوست: -         وه خیرنه ! ته دلته څه کوې؟ کوز شه کنه نو د موټر له بامه به دې را خطا کړم ! -         خیرن به پخپله یې! پمنه! ته مې نه پېژنې چې زه څوک یم ! -          ولا ومې نه پېژندې ! څوک یې تته ته څوک یې ...؟ -         زه د کوماندان لېوني د دولسمې پوستې لېونی کوماندان یم، چې یو ځل تر خپله ځایه ورسېږو نو زه به بیا له تا سره ګورم!  کلینر چې دا خبره واورېده لاسونه یې په رپېدو شول... ژر یې سر بېرته ننه یوست.. موټر په داسې حال کې د ماهیپر کږلېچونو ته رسېده، یو ځل بریک ونیو.. موټروان او کلینر دواړه له موټره را کوز شول او په عذرمنه لهجه یې پیر ز� �خان ته وویل: -         کوماندان صیب تاسو راکوز شئ! دلته په سیټ کې کېنئ ! تاسو هلته ولې ناست وئ- دلته راکو شئ صیب! پیر زرخان په داسې حال کې چې په برېتونو کې مسکی مسکی کېده ورو ورو له خپله ځایه را کوز شو او د موټروان له سیټ څخه شاته د شانزده بیست په هغه سیټ کې چې کلینر د شپې له خوا پکې آرام کوي، کېناست. موټروان ژر پر خپل کلینر ور غږ کړل: هلکه ته یو کرېټ انګور راکوز کړه چې له کوماندان صیب سره مجلس پې تود کړو! کلینر د موټر له سره یو کرېټ انګور هم را کښته کړل او بیا مجلس ګرم شو. موټروان وپوښتل: کوم اندان صیب! تا ولې ځان په عذابوه – چې د موټر سرته ختلې، ولې دې نه وې ( ويل ) ... پیر زرخان یې خبره ورپرې کړه ویې ویل: انصاف دې روزي شه، هلته خو مسودیان وو، که مې خوله چوله کړې وای اوس به مې په ژبه ډاکټر هم نه پوهېده او خدازده چېرته به یې وړی وم او څه کانې به یې را باندې کړې وې. -         هو رښتیا، زما خو دې خبرې ته پام نه و. پیر زرخان په داسې حال کې چې انګور یې په مزه مزه خوړل، موټروان ته یې وویل: ستا دغه کلینډر ډېر ناشولته هلک دی، ماته یې کنځلې وکړې، زه به ورسره ګورم! د کلینر رنګ ژېړ شو ویې ویل: کوم اندان صیب ما نو ته څه پېژندلې، که مې پېژندلی نو ولا کې مې چړت هم له خولی درته وتلی و.... موټروان: غلی شه! د  لېوني زو! ستا د لاسه زما ورځ ګرځېدلې ده، اوس د کوماندان صیب لاسونه مچ کړه او پښو ته یې ولوېږه، چې معاف دې کړي، که نه نو ولا که دې زما پلار هم ترې خلاص کړي. کلینر نور هم وارخطا شو که څه هم ډېر وېرېدلی و، خو زړه یې نه غوښتل چې د کوماندان خیرن لاسونه مچ کړي او په پښو کې یې ور ولوېږي، زړه نا زړه و، چې څه وکړي..... دې ب� �ې خوا ته نو د پیر زرخان پر شونډو فاتحانه موسکا غوړېدلې وه، په زړه کې یې کرل او رېبل.... خو بالاخره یې په کلینر زړه وسوځېد ویې ویل: نه نه، زما لاسونه مه مچ کوه او مه مې پښو ته رالوېږه، ما معاف کړې، خو پام کوه چې بل ځل داسې ګوستاخي ونه کړې که نه نو- بیا خو پوهېږې چې زه څوک یم. -         هو صیب پوی شوم، تاسو د کوماندان لېوني د ۱۲مې پوستې لېونی کوماندان یاست، زما دې په توبو توبه وي او بیا به داسې غلطي ونه کړم.  «««« موټروان له پیر زرخان څخه ډېرې پوښتنې وکړې، داسې پوښتنې چې اووه پوښته یې وپوښت، تر څو سم په رسمیت یې وپېژني، ددې لپاره چې د بل ځل لپاره په لاره ورته څوک تاوان وانه ړوي، نو یې د پیر زرخان د ټولو پاټکي ملګرو پوښتنې هم وکړې، چې پیر زرخان بیا د خپلې حافظې تر مداره د ټولو یارانو نومونه ورکړل، تر څو په لاره کې له کومې سختۍ سره مخ نشي. دوی په همدې خبرو اترو کې وو، چې د سروبي د سر ۱۲مې پوستې ته موټر را ورسېد، د پوستې تر مخ د پخو خښتو یوه بار لارۍ ولاړه وه، چې د پاټکیانو د سهولت لپاره یوه بله خونه هم جوړېدله، پوستې یا پاټک ته � �سېدونکي موټر له دواړو خواوو چې به راغلل نو د پاټکیانو له خوا به درول کېدل، کله چې ددوی موټر ور نېږدې شو، نو موټروان خوښ و، چې له دې بلا خو به له خیره سره د کوماندان صیب په امر خلاص شي، همدا وو، چې موټر یې لږ زړور د یوه پاټکي پر خوا چې د سړک خوا ته ولاړ و او د دوی موټر ته یې د درېدو اشاره کوله ور خوشې کړ، کله چې یې موټر ودراوه، نو یې خورا په غرور د موټر له کړکۍ سر ور ویوست ویې ویل: له موږ سره کوماندان صیب ناست دی، ناوخته ده، لا� �ه خوشې کړه! پاټکي: کوماندان؟ کوم کوماندان؟ - ستاسو د پوستې کوماندان لېونی! د پاټکي اوسېله پای ته رسېدلې وه، په ډېر زور یې د موټر دروازه خلاصه کړه او په چیغه یې وویل: راکوزېږه! د لېوني زو، دا بل � �ېونی هم را کوزوه درسره چې له تاسو سره مې کار دی! اوس نو له پیر زرخان څخه وار پار خطا و، داسې و لکه مږه چې په تلک کې ونښلي، داسې وارخطا وو، لکه کلینر چې یې وارخطا کړی و، ژبه یې په تالو پورې نښتې وه.... په همدې کې ټول � �ا کښته شول. پاټکی په غوسه و، او درې واړه (موټروان، کلینر او پیر زرخان چې دوی ته یې د ۱۲مې پوستې کوم اندان ځان معرفي کړی و) یې د خپل ټوپک په کونداغونو ښه نرم کړل، بیا یې د سرک پر سر له خښتو بار شوې لارۍ ته ودرول او ورته ویې ویل: اوس نو دا خښتې پوستې ته وخېژوئ- زه به دلته ستاسو په انګورو لږ مزې وکړم او دمه به شم- چې کله مې دمه جوړه شوه بیا به له تاسو سره ګورم! موټروان، کلینر او پیر زرخان د خښتو چلولو ته ولګېدل، خو هره پېره به چې د پوستې په نرۍ لاره ختل، نو موټروان به پیر ته په لاره لاره مخ راواړوه او وبه یې ویل: کوم اندان صیب! هغه یو کرېټ انګور مې ارمان دي چې په تا مې وخوړل! چې په دې خبرې سره به پیر زرخان د شرم او خجالت له لاسه په ځمکه ننووت، او څه به یې نه ویل، او موټروان به له خندا شین شو او بیا به یې د پوستې پر خوا نرۍ لاره ونیوه.   ",کوماندان صیب- هغه انګور مې آرمان دي! 4120,انجينر م٠ ف٠ پښتون وردګ - لندن," نن سبا خو په هر ځای کې د پښتنو په هره م� �که او جرګه او هجره کې که  ژوندۍ وي  او که د انټرنت پرپاڼو  وي د ډېورنډ د کرښې  په هکله په ډېره ګرمۍ خبرې اترې کيږي٠ د دغې کرغېړنې او په زور کښل شوې  کرښې  په هر اړخ بيا ډېرې لږې  خبرې اترې شننې او څه سوچونه کېږي٠ چې  کله  کله  دا شننې  بيا  دومره  سرې  شي چې ناست  کسان  يا په کوتکو لاس کااو يا هم په ژړاګانو . دا کرښه خو په هر وخت کې د افغانانو په ولولو ډېر بد اثر کوي٠ خو چې دا ولولې په ټولو افغانانو څومر څومره دي نو د همدخبرې لپاره تاسو ګرانو لوستونکو ته لږ د تاريخ مرچ مساله وړاندې کوم٠  که لږ  د تېر وخت تاريخ  ته په ځير وکتل شي نو داسې جوتېږي چې دلته نو دا ټول چې هر څه شوي دي دا یوازې  د انګرېز  کار او زور نه  وو چې  دا کرښه ېې په امير عبدا� �رحمن خان  باندې ومنله٬ خو دلته د په نامه د افغانستان  امير هم  او ورپسې  اميران او پادشاهانو لوی لاس هم م ونږ نشو هېرولای٠ کله  کله  په کراتو مراتو داسې شوي دي چي کرښه  خپله ړنګه  او انګريز دې د افغانستان واکدا� �انو ته خبر ورکړی دی چې د تاريخ  يوه بېلګه ېې خان عبدالولي خان په  خپل کتاب ُ باچا خان او خداېي خدمتګاريُ کې � �يکي چې په  کال ۱۹۴۳ مېلادي کې چې جرمني او جاپان او نورو ملګرو ېي اروپا او آسيا په مخه کړې وه نو انګريز سخت په ويره کې وو او افغان چارواکو ته ېې د پښتنو سيمو بېرته ورسپارلو  خبر ورکړی وو خو د کابل د خوا نه کوم داسې څه ون� �ول چې خپل کور تر لاسه کړي ٠ دا خو لومړۍ پوښتنه ده چې د کابل د هغه وخت چارواکو ته د ځواب لپاره  وړاندې کيږي٠ اوبله دا چې دلته په بره پښتونخوا کې د ظاهر شاه د پادشاهۍ راهيسې د پښتونستان په نامه لمانځنې کېدلې او د هغه په نامه به په راډيو کې خپرونې کېدلې خوخان عبدالولي خان د همدې خبرې پوښتنه کوي چې دا يانې څه؟ ٠ خو  په  ټول  کابل کې د شاه نه نيولې تر کشرانو او مشرانو پورې ده ته څوک د دې ځواب نشي ورکولئ٠ دا ولې؟ په  همدې  لړ  کې  ښاغ� �ي   ولي خان  په  خپل  کتاب  کې(ُباچا خان او خداېي  خدمتګاريُ  دوېم ټوک٬ ۶۱۳مه پاڼه)   د کابل د   چار واکو  په  هکله  دا ليکي   چې  کله په  کال   ۱۹۷۰  مېلادي   کې   په  پاکستان  کې  ټاکنې  کېدلې  نو  هلته  يوې  خوا ته    د حضرت  باچا خان  رح  د خدایۍ  خدمتګارۍ  باتور او  د انګرېز او پنجابې  په  اور  ځپلي  افغانان او پښتانه  دې  ټاکنو ته  ولاړ وو٬  او بلې خوا ته  کشميری  قيوم  چې  د پښتنو  قاتل و٬  ولاړ  و ٠  نو  د کابل  چارواکو  په  همدغه کال  کې  د  يو تن   چې نوم يې  ننګ  يوسفزی دی  د ده  په  لاس  باندي   ۲۲ لکه  روپۍ   م� �سته   د  پښتنو او افغانانو  قاتل قيوم   ته  رالېږلې  وه٠  تر څو  دا قيوم    (د پښتنو  او افغانانو  قاتل )  په   پېښور  او د  پښتونخوا په  نورو سيمو  کې د  افغانانو  نه   ټاکنې  وګتي٠ دا ېې   هغه  بيلګې  دي چې  په  � �ږ  لوست  او څيړنې   سره  یې سړی  په  ډېره  اسانۍ  موندلی  شي٠   داسې  نورې ډېرې  بېلګې  په  تاريخ  کې  شته  چې موږ  ته  دا پوښتنه  را  پيدا کوي  چې   دا  د ډيورند  کرښه  لکه  چې   په  خپله   ځېنيې  افغانان  د  ځاني  او جوبي  ګټو  لپاره  هم   ژوندۍ   ساتلې ده ٬ لرې کول خو يې لا پرېږده٠  او  نن  خو   د  افغانستان   پخوانی پاچا  هم  ژوندی  دی  او   دا   ننګ  يوسفزی هم  ژوندی  دی او دلته په  لندن  کې  غټ مټ  چاغ ماغ ناست دی نو  دوی دې  دې  ته  دا  ځواب وواېي  چې   ټول  ولې او د څه  لپاره؟   او زه خو  د کابل په  چارواکو هم دا  غږ کوم  چې  دا  پلټنې  وکړئ  او  افغانانو ته  دې د  دې ځواب  پيدا  کړئ!  او زه  د ټولو  افغان  ليکوا� �انو٬  ورځپاڼو ٬ اوونيزو٬ او مېاشتنيو د چلوونکو څخه  دا  غوښتنه په کلکه  کوم چې   دا  د خان  عبدالولی  خان  ليکنه  دې  د يوې  تاريخي  پوښتنې په  انځور  کې د دې  دواړو  څخه  وپوښتي٠  سره لدې  چې  دا  کتاب  په  � �۹۹۳  کې  خپور شوی دی او دې دواړو يانې  ظاهر  خان او ننګ يوسفزې    د کابليانو په  اصطلاح  ځانونه   خپ  کړي دي٠ نه خو  کوم  ځواب ليکلی  نه  او نه  منل ٠ دا ښکاري چې  لکه چې  دا  ريښتيا  ته ورلنډ څه کوې  لکه  دا  بلک� �  ريښتيا دي٠ خو  بيا  پوښتنه  دا پيدا  کېږي  چې  د هغه  وخت د کابل  چارواکو  څه  موخه  وه چې  داسې  ناوړه  کار ېې کاوه  يانې  خپل  ورور  يو ه   کشميري ته څملوه!  او بل دا چې د هغه  وخت  د کابل  چارواکو  د  خپلو لرو  وروڼو  څخه  څه  اندېښنې  وې  چې  دوی  دومره   د  سرو  ليکو  څخه  اوښتل؟          ",دډيورنډ د کرښي په هلکه يو اند يوه پوښتنه : 4121,سورګل تڼی," "" دادافغانانو ستره بدبختي ده چي له دواړو غاړو وژل کيږي"" :: سورګل  تڼی noom :: Surgul tanai email :: zar795@yahoo.com zay :: finland leek  الف: ـ کورنۍ ستونزي  ـ اداري فساد يو له غټو ستونځو نه ګڼل کيږي. اداري فساد د بې قانونۍ په رامنځ ته کولو کې ستر عامل دی. اداري فساد برسېره پر دې چې بيت المال سخت زيانمن کوي د ټولنې د وګړو نورو حقونو ته ناوړه زيانونه اړوي. په اداري فساد کې حق د يو چا وي خو تر ﻻسه کوي يې بل څوک . ځکه فاسد اداره چيان د خپلوۍ، ډلې، قوموا� �ۍ، مذهبي تړاونو، ژبني تړاونو، سيمه ايزو تړاونو، ...، له مخې يا هم د رشوتونو اخستلو په مقابل کې د حق لرونکي پر ځای نا حقه ته  دهغې بل حق ورکوي. د اداري فساد بل ډله ايز ډول دی يانې يوه ډله، يو قوم، يوه قبيله، يوه سيم ه، ...، د بلې ډلې، قوم، سيمې، ...، يا ټول ملت په ګټو دکوم ډول فشارونو راوړلو او اړ ايستلو( له خوږ ګوتې نيولو) له ﻻرو خېټي اچوي او د نورو حقونه په خپله قبضه کې راولي، دساري په توګه د ښاغلي سلطانعلي د لومړي وزارت په وخت کې د سرپل علاقداري په وﻻيت واړول شوله،د ښاغلي کرزي په واکمنۍ کې د پنجشېر او دايکونډي ولسوالۍ په وﻻيتونو واړول شولې( که شپه ده خو مڼې په شمار دي). خلک خو ړانده نه دي او نه واښه خوري د وﻻيت جوړول خامخا د وﻻيت اداري تشکيل او بودجه غوړي، هغه انکشافي پروژې غواړي، هغه د ولسي جرګې او مشرانو جرګې لپاره د وکيلانو د وﻻيت برخه غواړي، هغه د اضافه ولسوليو او علاقداريو جبري جوړول غواړي ولو که دغه ولسوالۍ او علاقدارۍ د وړو کليو او ډېر � �ږ شمېر خلکو لپاره هم وي( دغه چارې دې ته ورته دي چې په يو پوځ کې د عسکرو نه صاحبمنصان زيات وي)، ...، دغه په خپله د نور ملت د ګټو او حقونو خوړل دي. مشت نمونۀ خروار. د اداري فساد د ډېرو علتونو نه يو هم د ټيټو تنخواو و� �کول دي. په افغانستان کې چې کورنۍ لویي دي او په يوه کورنۍ کې زياتره يو تن د ټولې کورنۍ خرڅه په غاړه لري نو هغه که په دولتي يا غير دولتي چاره لګيا وي د هغې تنخوا خرڅ نه شي پوره کولای که د هغې کور هم په کريه وي بيا خو د چايو روپۍ هم نه ورپاتې کيږي. دغه تشه په تېرو دولتونو کې( د ظاهرشاهي نه رانيولي بيا د نجيب الله تر جمهوري � �ئسته پورې) دولتي کارکوونکو ته د کوپونونو په ورکولو څه نه څه ډکه شوي وه، کوپونونو نه يوازې په کورني عايد ب� �که د بازار په نرخونو هم اغېز درلود. ددې تر څنګه د لومړنيو ضروري توکو نرخونه دومره لوړ نه وو او د هغو وختونو د منځني ژوند سره يې سمون درلود. ددغو تر څنګه دولت د يو شمېر توکو سبسايډي هم په خپله غاړه اخيستله، د ساري په توګه د بورې، برېښنا، تېلو، ډبرې سکرو او نورو. اوس هم دولت کولا شي ددغو مامورينو او دولت نورو دغه ډول کار کوونکو ته چې په تنخوا يې شپې نه سبا کيږي اوبل درک نه لري، ﻻرې چارې وسنجوي که نه نو يوازې په زور منع کول به يې همغه د کوکنارو د بزګرو په پله بل پل وي. د کوکنارو موضوع ته وروسته راځم. همدا ډول د ځوانانو او کورنيو تر منځ د ژوند کولو سيالۍ او د ډلګيو او ډلو تر منځ د سياست کولو سيالۍ دومره د نن ورځې غوندې زياتې نه وې. د دغو ټو� �و تر څنګه د خلکو ايمانداري، صداقت، پاکنفسي، د بډي خوړلو او بيت المال نه غله کولو په صورت کې د خدايه او اخې� �ت ورځې وېره او ډار او خلکو څخه سترګو شرميدلو وجود درلود. زياتره دولتي چارواکي هغه وختونه لکه د نن غوندې نه وو چې په خولو توبه توبه وباسي او خېټي د حرامو مالونو او چټليو ډکوي. چور چپاول، مرګونه او سټې هر څه ځانونو ته روا کڼي. دغه ډول کسان چې د توپک په خوله نه بلکه د چوکۍ په زور دپيسو ټولولو چلونه يی زده کړل نور به په سړه دغه له ﻻسه ورنکړي. په افغانستان کې د کورنيو ستونځو بل غت ټکی د غير مسلکي، بې کفايته، کم سواده، بې سوادا،  سؤاستفاده کوونکو،...،کسانو د دولت په مهمو پوستونو کې ټاکنه ده. ځکه ﻻتراوسه په دولت کې د کادري سياست پاڼه سپينه ده، د هر کس او ناکس نوم پکې ليکل کيږي. هره ډله که قومي، سيمه ايزه، ګوندي،...، ده د خپلې ډلې پورته ډول کسان يا هر سړی د خپل واک تر کچې خپلوان په مهمو پوستونو کې پر ځای کړي او کوي يې. دغې ټکي ته پام نه کوي چې ايا دغه چاره د نوموړي له وسه پوره ده او که نه. دا ډول بې مسؤليته کړنې د اداري فساد زړی جوړوي او دغه ډول کا� �ونه د ملت سره ستره جفا او غټ خيانت دی. دغو ډول کړنو ټول دولت د مختورۍ سره مخامخ کړی او کوي يې او په ټولنه کې د دولتي باور او اعتبار لمن ورو ورو ورنغړي. دا څوک نه وايي چې ددې خنډونو لېرې کول به آسان او بې مقاومته وي خو که دولت غواړي چې په ټولنه کې خپل باور او اعتبار پياوړی کړي نو ځينې وختونه د جوړونکو تصميمونو د عملي کولو لپاره پرېکنده عمل کول اړين بلل کيږي. په کورنيو ستونځو کې هغه فرهنګي او کلتوري فعاليتونه هم راځي چې د دولت او هيوادوالو له خوا په ﻻره اچول شوي او اچول کيږي. د يو شمېر ډله ايزو خبري رسنيو له خوا د ديموکراسۍ تر نوم ﻻندې هيوادوالو ته زموږ د کلتور نه يېر لېرې څه په نندارو ايښودل شوي او کيږي دا هغه څه دي چې د دولت په م� �ابل کې د ولس کرکه زياتولی شي. امريکا متحدو ايالتونو او نورې ديموکراتيکې نړۍ په پړيو تودې ترخی تېرې کړي تر څو د نن نيمبنده ديموکراسۍ د پړي سر يې موندلی دی خو دهغې تر څنګه يې ډېر نور اصيل کرکټرونه له ﻻسونو وتلي دي. دا ځانته موضوع ده دلته يې نه څېړو. خو موږ د ديموکراسۍ په نوم چپلۍ او مسۍ له پښو نه وباسو او دغسې په ورګډېږو. بهتره به وي چې خپل ملي دود او کلتور په نظر کې ونيسو او په دغه ﻻر کې د افراط مخه ونيول شي يانې د خپلې ټولنې د کلتوري، فرهنګي او اقتصادي ودې سره سمې پښې وغځوو تر څو ددغې ﻻرې د تاو تريخوالي او نارضايتيو مخنيوی په سمه توګه شوی وي. ب :ـ د امريکا او ورسره ټلوالې کړه وړه:  امريکا او ټلواله يې افغانستان د خپلو هېوادونو په هندارو کې ګوري. هر څوک چې پټکی او لونګۍ يې په سر وې دښمن دی. برسېره پر دې په هر کور ورننوزي او لوښي يې د باندې راغورځوي ايا ددوی په خپلو ملکونو کې داسې چارې بې له قانوني جواز نه کېدای شي؟ دغه ډول چارې برسېره پر دې چې بې قانوني ده زموږ په هېواد کې ستره بې عزتي هم ده. دغه افغانان چې بې دليله بې عزته کړل شي بيا هېڅکله د دولت په لوري نه دريږي. په تأسف به ووايو چې دغه ډول کارونه ډېر وشول او ﻻ روان دي کيږ ي.                                     اامريکايی پوځيان د افغانانو د خپل منځي دښمنيو او تربګنيو په اړه د هېڅ نه خبر نه دي، يو افغان ورشي ورته ووايي چې په دغه کلي کې طالبان دي، دوی بې له دې چې خبره بشپړه دقيقه کړي په هغه کلي بمونه واو� �وي او د توپونو باړ په وچلوي. دغه ډول بريدونه خامخه مرګ ژوبله او ورانکارۍ راوړي. هغه څوک چې د دغه ډول ب� �يدونو نه ژوندي پاتې شي نور تل د دولت دښمن شول. ددې تر څنګ د سيمې په خلکو کې ډار او وېره پيدا کيږي يا کور کلی پرېږدي يا هم چېرته د بل وخت لپاره دځای په لټه کې کيږي او د دولت د مخالفينو تله درانه کوي. امريکايی پوځيانو او ټلوالې ته يی د افغانستان د تاريخ، کلتور او دودونو په باب د خپلو دولتي مسؤلو مقامونو له خوا ښوونه نه ده � �وي، ځکه دوی افغانستان د خپلو هېوادونو په هندارو کې ګوري او د افغانستان دولت ته هره ورځ خپل خلک په دښمنانو بدلوي. دوی په دې افتخار کوي چې ووايي نن مو شل تنه دښمنان مړه کړل، داسې يې په سوچ کې هم نه راګرځي چې نن مو د دولت نه پنځه سوه تنه د دښمن لور ته واړول او د دولت په دښمنانو مو بدل کړل، حال دا چې وروستۍ خبره پر ځای ده. ج:ـ د دولت مخالفين او بهرني ملاتړي يې: يوه ډله خو هغه مخالفين دي چې دولتي درېشۍ يی په غاړه دي په خوله يو څوک، په زړه او عمل کې بل څوک دي او هره ورځ د دولت سياست او کړنې په ټولنه کې د رټلو په لور بيايی. دغه ډلې، کسان په طبعي توګه بهرنۍ سرچينې لري، د هغو خواو دستورونه تر ﻻسه کوي او تمويليږي. د دغو ډول کسانو مخنيوی اوس د دولت لپاره ګران ليدل کيږي. بل هغه مخالفين دي چې توپک او وسلې په ﻻس او په ډګر د دولت او بهرنيو پوځونو سره جګړې کوي. ددې ډلو تمويل، روزنه او وسلوال کول هم طبعي ده چې د بهرنيانو له خوا کيږي، په دې بهرنيو ﻻسونو کې بېشکه ټول هغه دولتونه او سازمانونه شريک او مله دي چې په افغانستان کې بهرنيو پوځونو موجوديت د خپلو ملکونو او ځانونو په ضرر ګڼي، که څه هم په څرګنده کوم دولت مخالفت او د طالبانو سره اړيکي او مرستې نه دي په ډاګه کړي خو په پټه ژوره کرکه لري او د افغاني دولت مخالفين غښتلي کوي. دوی د افغانانو په خصوصياتو ښه بلد دي ځکه يې په اسانۍ سره لمسولی او د جګړو ډاګرو تو ته را ايستلی شي. هغه غټ ټکي چې افغانان په اسانۍ په لمسوي د ص� �يبيانو د بريدونو څخه د اسلام او مسلمانانو ژغورنه او د صليبيانو دکنترول نه د هېواد آزادي ده. ددې ډول تبليغ تر څنګ پريمانه مالي مرستې ورسره کوي او وسلې ورته رسوي. امريکايان او ټلواله يی نه غواړي يا نشي کولای چې د چينې له سره اوبه پاکې کړي. داد افغانانو ستره بد بختي ده چې له دواړو غاړو وژل کيږي. په دې خبرو کې شک نشته چې نړيوالې ټلوالې د آمريکا متحدو ايالتونو تر مشرۍ ﻻندې په افغانستان کې زياتې بې پروايۍوکړلې، په پورته پاراګ� �اف برسېره چې څه يادونه يې شويده، د وسلوالو ډلو او توپکساﻻرانو تر ننه پورې وسلې ټولې نکړلې او دغو ډلو تر اوسه ولسونه وځورول او ځوروي يې، دولتي لوړې څوکۍ يې دغو داړه مارانو ته په واک کې ورکړلې چې د ولس او بيت المال پاتې � �ته يې هم په دولتي درېشيو او د پوليسو په جامو کې تر خېټو ﻻندې کړل او په ښارونو کې يې يو ځل بيا ولسونه سخت وټکول او ځور يې ورکړلو. نړيوالې ټلوالې د نورو بې پروايیو تر اړخه د اقتصادي ـ مالي مرستو غواړې غواړې د ميليا� �دونو ډالرو وعدو چندانې څرک او نښې ـ نښانې پرې نښودلې. د ګڼو ولسونو اقتصادي ژوند مخ په ځوړ او د ټيټېدو په لور � �وان دی. دغه او نور ټول هغه څه دي چې د دولت لپاره يې د ولسونو له لوري څه نه څه کرکه، بدبيني او نفرت راخوټولی او ﻻ يې راخوټوي. د:ـ د کوکنارو کر او د اپيمو ـ هېروئنو سوداګري: په افغانستان کې د کوکنارو کر او د اپيمو ـ هېروئنو سوداګري د دريو وروستيو لسيزو د جګړو محصول دی. پخواتردې په افغانستان کې کوکنار کرنه د سوداګرۍ يا د اپيمو نه د هېروئنو جوړولو او دهغو په نړيوالې سوداګرۍ باندې افغانان بلد نه وو. دغه چارې د ګاونډي پاکستان او غربي نړۍ د مافيه ډلو بيړنۍ هڅې وې چې په افغانستان کې يې د جګړو له وخت څخه په ګټه اوچتو� �و سره زموږ د هېواد غريبو او جګړو ځپلو بزګرانو ته ددې بوټي د کرلو خوند وروڅکلو. د طالبانو د واکمنۍ په وروستيو دو کالونو کې د کوکنارو کرنه د ورکيدو لور ته ډېره نيژدې شوي وه. خو د هغوی د واکمنۍ د رانسکورولو و� �وسته په تدريج سره کال په کال د کوکنارو کر او په پايله کې د اپيمو ـ هېروئنو سوداګرۍ زور واخيست. يو شمېر کا� �پوهان ددې زياتوالي علتونه د نړيوالې مافيه تر اړخه د افغاني ټوپکسالارانو ګډون هم په دې چارو کې په ګوته کوي او د يو شمېربيا د ځينو دغو هېوادونو چې د افغانستان په نړيواله ټلواله کې برﻻسي لري، د استخباراتي چينلونو ته ګوتې نيسي او وايي چې د اپيمو ـ هېروئنو نه په ﻻس راوړي سرشاره عوايد( کوم چې په نا قانونه عوايدو کې د وړو او سپکو وسلو څخه دويم غټ عايد دی) د خپلو پټو سازمانونو دمالي لګښتونو لپار ګټه او کار اخلي. خو دا هر څه چې وي هغه به وي.مګر په اوس وخت کې چې افغانستان نړۍ ته څلور پر پنځه برخې اپيم او هېروئن ډالۍ کوي د افغانستان دولت ته يې د سر ستر دړد جوړ کړی دی. په افغاني دولت نړيواله ټولنه او يو شمېر دولتونه زوړ راوړي چې د کوکنارو کرل هر څومره زر بايد په افغانستان کې پای ته ورسيږي. دافغانستان دولت نور څه کولای شي؟ پوليسو ته امر وکړي چې د کوکنارو پټي واړوئ، پوليس هم په بې باکۍ سره پټي واړوي او بزګران غريبان چې ﻻ يي د تېر مني په سر کې د اپيمو پيسې د اپيمو له سودا ګرو اخستي او خوړلي وې، د تش پټي په سر ودريږي ﻻسونه په چربندو ونيسي او د زړه سوايه سختې ښېرې وکړي چې ک� �زيه خدای خو دې پاچاهي واړوه! تا خو څه رانکړل خو دا ز ما د واړو ماشومانو روزي دې هم راڅخه واخيستله، زه به اوس هغې ته چې پور يې راکړی څه ورکړم او په څه پلمه ځان ورنه خلاص کړم. حتمي ده چې په دغه وخت کې نوموړی سوداګر ځان ورته رارسوي او د ډاډګېرنې تر څنګه نوره پورونه ورکوي. نو اوس تاسې وواياست چې دغه بزګران د چا لوری ونيسي د دو� �ت او که د مافيه ډلو او دولت مخالفينو؟ اداري فساد او د دولتي  يو زيات شمېرچارواکو بې کفايتي، د نړيوا� �ې پوځي ټلوالې او دولتونو بې پروايی، د دولت د مخالفينو سره بهرنۍ هر اړخيزه مرستې او ملاتړ، مافيه دا ټول څه د دولتي سياست ولي او بېخ چينجنوي. ټولو ته يو ځايی او ګډ پام په کار دی. نوټ:ـ دغه وخت چې ما د کاغذ د مخ نه د اېنټرنېټ سايټ ته دغه ليکنه ورليکله د بي بي سي راديو نه په افغانستان کې د ملګروملتو د سرمنشي استازي په هېواد کې د اداري فساد د ناوړه پايلو نه تشويش څرګند کړلو او په سبا بيا بي بي سي د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزيرې رايس پاکستان ته د هغې دولت د دوی په ژبه د ترهګرو سره د مبارزې د پياوړي کولو او په دې ﻻره کې د افغاني دولت سره هم غږي کولو ته رابللو په موخه خوځيدل واورول. دلته ددې خبرو ځکه يادونه وشوه چې په ليکنه کې دغو مطالبو ته اشارې شته. ",د افغانستان دولت اوسنۍ ستونزي 4122,,"  تركيې دميدان وردګوولايت دبيارغونې چارې پرغاړه واخيستې.له دې وړاندې ولايتي بيارغونې چارې دامريكايي بيارغونې ډلې چې مركز يې  په غزني كښې دى، پراوږو وې. خو له نن نه وروسته ميدان وردګ  ولايت دځانګړې ولايتي بيا رغونې ډله ومونده. دتركيې ددفاع وزير`وجدي ګونول`د تركيې دپي.ار.ټي دپرانستې لپاره ميدان وردګوولايت ته دنوموړي ولايت والي عبدالجبا� �`نعيمي` په بلنه تللى ؤ،چې هلته يې په گډه د بنـسټ ايښودنې چارې پرمخ يوړې. دتركيې ددفاع وزير ښاغلي `ګونو� �`په خبري غونډه كښې دافغانستان او تركيې  پخوانيو اړيكې او دوستي دغازي امان الله خان او`اتاترك` له دورې څخه راپيل وبللې.  ددفاع وزير وويل چې دتركيې پي.ار.ټي به افغانانوته  هغسې  پرمختياي چارې ترسره كړي،  څ نګه چې يې خپلوهېوادوالو ته ترسره كړيدي. ديوې پوښتنې په ځواب كښې دتركيې ددفاع وزير، چې ايا دتركيې پي.ار. ټي ته  كه ضرورت شي، په امنيتي چارو كښې به برخه واخلي او كه نه ؟ هغه وويل چې دتركيې پي.ار.ټي يوازې دبيارغونې هدف لري اوامنيت سره يې سروكارنشته دى. ",دتركيې دفاع وزير ميدان وردګوكي دتركيې PRT پرانسته 4123,," د هغه بارانونو له امله چي له درو ورځو راهيسي په غزني او شاوخوا ولسواليو كي اوري په زرګونو كسان له خپلو كورونو څخه وتلو ته اړ سوي دي، د باران له امله پر ځينو سيمو سېلابونه راغلي چي په سلګونو كورونه يې نړولي دي. د غزني د ملانوح بابا په سيمه كي يو عيني � �اهد بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي سېلابو يې كورونه او باغونه ويجاړ كړي دي. يو بل تن بېنوا ويبپاڼي ته وويل د باران اوبه دومره تېزي وې چي په غوړيو بار لارۍ يې هم چپه كړه او د څو ساعتونو لپاره د كابل او كندهار لويه لاره بنده وه. ",په غزني كي سېلابونو په سلګونو كورونه ويجاړ كړي 4124,," د ولسمشر حامد كرزي له خوا د پنځو وړاندي سويو وزيرانو په اړه د افغانستان ولسي جرګې نن غونډه وكړه او ټول يې ومنل.د اطلاعات او كلتور وزارت ته نومول سوى وزير عبدالكريم خرم د ۱۲۵ رايو، د ښځو چارو وزارت ته نومول سوي وزيري مېرمن حسن بانو غضنفر د ۱۵۹ رايو، د ټرانسپورټ وزارت ته نومول سوى وزير نعمت الله احسان جاويد د ۱۲۲ رايو، د اقتصاد وزارت ته نومول سوى وزير ج� �يل شمس د ۱۳۷ رايو او د سوداګرۍ وزرات ته نومول سوي وزير محمدامين فرهنګ د ۱۳۷ رايو په ګټلو بريالي سول. ",ولسي جرګې پنځه نومول سوي وزيران ټول ومنل 4125,," ", 4126,," ", 4127,," ", 4128,," ", 4129,," ", 4130,," دګوانتانامو انځور دملا عبدالسلام ضعيف په لاس ليکل سوی کتاب دﺉ چي په دې وروستيو کي له چاپه راوتلی دی ، دکتاب ليکوال د طالبانو د ح کومت ترسقوط ( ۲۰۰۱ م ) پوري په اسلام اباد کي د افغانستان د ا سلامي امارت د سفير په توګه دنده ترسره کوله . د يادسوي کتاب په اړه په دې وروستيو کي بېلابېلو رسنيو خبرونه اوتبصرې خپرې کړي ، بېنوا خپرنيزي څانګي له ښاغلي م لا عبدالسلام ضعيف څخه د بېنواويبپاڼي له لاري د ګوانتانامو انځور د خپرېداهيله وکړه ، له ښاغلي ضعيف څخه مننه چي زموږ هيله يې ومنله ،کتاب يې راولېږﺉ او دادﺉ اوس يې تاسو درنو لوستونکو هر سرليک په پرله پسې ډول وړاندي کوو .  د لاندني انځور په کښېکاږلو د کتاب دننه ته و� �تلای سی .   ",د ملا عبدالسلام ضعيف (دګوانتانامو انځور ) پرليکه شو 4131,ميرويس عمرخيل,"  ميرويس عمرخيل  كابل ، وزير محمد اكبرخان مينه ، ۱۳۸۵،۵،۱۵  په افغانستان كې د كورنيو جګړو پرمهال ، په داسې حال كې چې په هېواد كې د امنيت، سولې، ثبات ، قانونيت او ولسواكي ځاى ، غلا ، انسان وژنې، ترور او غيرقانوني كارونو نيولى  وو، او خلك په رڼا ورځ دافغانستان په پلازمينه كابل كې د شخصي وسله والو ډلو لخوا لوټل كيدل، او د هغوى څخه  هر څه ،په زوره اخستل كيده ، په همدې ترتيب دغه وضعه د هېواد په ډېرو سيمو كې واكمنتيا درلوده . خو په هغه وخت كې � �وى لامل دا وو چې هېواد د اور په لمبو كې سوځيده ، استاد برهان الدين رباني د هېواد هغه جمهور رئيس وو چې دده ح كومت صرف د ارګ په ماڼۍ چار چاپير چليده ،دده د ناتوانۍ ښه بيلګه داده چې دده په وخت كې د يو چا لور وسله والو م� �يشو تښتولې وه ، د جينۍ پلار عارض شو ، چې دده لور له وسله والو مليشو څخه وژغورل شي ، د عارض په عريضه كې د ارګ � �لا مشر ، احكام وركړه او ورته يې وليكل (( قومندان صاحب دختر عارض را بدهيد )) . او بس  په كار دا وو چې دارګ قلا مشر د يو چا د ننګ ناموس د ساتلو لپاره پرځاى او اړين ګامونه پورته كړي واى ، خو دا كار يې له وسې  پوره نه وو ، ځكه دده حكومت غيرقانوني او صرف د ارګ د ماڼۍ په چارچاپيره كې چليده او دده كابينه ،د استاد رباني حكومت ،دده د څنګ له كوټو او خونو څخه رهبري كوله . هغه وخت چې د كابل ښار او نورو سيمو بې ګناه انسانانو د خپل ژوند او ناموس د خوندي ساتلو لپاره د هېواد ختيځو ولايتونو ته كډوال كيدل ، نو ددوى د كډوالۍ او مهاجرت پر لارو شخصي خپل سرو غلو ځاى  نيولى وو ، او هره  ورځ به يې د سل ګونو بې ګناه انسانو ، ننګ ، ناموس ، شتمني او هر څه لوټل . قوماندان زرداد يو له هغو وسله والو كسانو څخه وو چې ده د بې ګناه انسانانو د ځورونې او شكنجې لپاره له خپلو وسله والو څخه سپيان جوړ كړي وو او بې ګناه خلك به يې په خپلو سپيانو داړل او له هغوى څخه به يې هر څه د سپيانو په زور اخستل . د نوموړي قومندان د لوټونې مركز د سروبي ولسوالۍ په دښته كې وو ، او ترهغې به مسافرو او كډوالو له خپل ژوند څخه تمه نه درلوده، ترڅو چې د سروبي له ولسوالۍ څخه د ختيځو ولاياتو پولو ته داخليدل . په نړۍ كې د سياست دلوبې  ننداره بدله  شوه  ، افغانستان هم د سترو بدلونونو او سياسي تحولاتو پر پله  پل كيـښود ، هېواد لږ څه له جګړې څخه ارام شو ولې بيا هم د وسله والو وېره پرځاى پاتې شوه . پرون كه � �وسي ډوله اولوتكه د استاد رباني وتل تر كولابه بدرګه كړه، نن ښاغلي حامد كرزي له امريكايي ډوله الوتكې � �اښكته او د هېواد ولس مشر وټاكل شو دافغانستان مظلوم ملت دې دواړو پېښو ته لبيك ووايه چې ورسره ستر بدلونونه � �امنځ ته شول . ښاغلى كرزى د خلكو په  رايو وټاكل شو، او ملت سره يې د وفادراۍ  ژمنه وكړه ، چې ملت به له وسله والو ،شخصي مليشو، او ټوپكسالارانو څخه ژغوري ، دده هڅې په ځينو ځايونو كې د پام وړ وې ، ولې بيا په ډيرو ځايونو كې دخلكو امنيت ، قانونيت ،سوله ثبات ، او په رڼا ورځ له خلكو څخه د پيسو اخستل، د خلګو په ذهنيتونو كې د يوې پوښتنې په توګه تر اوسه بې ځوابه پاتې شو . د سروبي لويه لار بيا هم له لو ټونې د خلكو څخه د پيسو له اخستلو له دود څخه وروسته پاتې نشوه، پرون كه غير قانوني وسله والو غلو د خلكو څخه پيسې اخستلې، نن د ښاغلي ك� �زي ملي پوليس په عصري او قانوني بڼه له خلكو څخه په رڼا ورځ غير قانوني پيسې اخلي . د كابل سروبي لويه لار چې د هېواد د چارواكو د بې كفايتي له امله  يې د بيا جوړولو كار په كلونو كلونو وځنډيده ، او دغې لارې  بيا هم دتير په څير ډير بې ګناه انسانان له ځانه سره خاورې كړل، كله كله بيا مسافرو د اړتيا  له مخې د( لته بند ) وژونكې لار بدلوله او د كابل ماهيپر په لار، كابل ښار ته ننوتل . ځينې وخت بيا ددغې سيمې بعضي پوليس له خلكو سره د نرمۍ نه كار اخسته ،ولې ځينو  وخت بيا نورو پوليسو د مسافرو څخه د پيسو اخستلو ، وهلو ، سپكو سپورو او نور پوچو خبرو څخه وروسته پاتې نشول . زه څو ورځې د مخه په همدغه لار كابل ته راغلم ، دموټر چلوونكي مونږ سره يې د ننګرهاره څخه تر كابله د ماهيپر پر لارې د تللو ژمنه وكړه او په بدل كې يې له مونږ څخه د نورو ګاډو په پ� �تله ډېرې پيسې واخستې ، همدغسې وشول ، زمونږ موټر د پوليسو دپاټك ترڅنګ راورسيده ، يو تن پوليس چې كلاشينكوف يې په غاړه وو،او يو غټ لرګى يې هم په لاس كې وو، پرموټر يې ګزارونه پيل كړل او له خولې څخه يې د كلي د ماشومانو د � �خړي په څير سپكې سپورې او كنځلې راوتلې ، خو وروسته د موټرچلوونكي ورته د خپل لاس په موټي كه پيسې وركړې، نو بيا د عسكر وضعه بدله ، او مونږ ته يې د تلو اجازه راكړه . ما موټر چلوونكي ته وويل (( وروره د هغې كوټې ترڅنګ د پوليسو مشرارامه ناست دىاو تاته دا بد اخلاقه عسكر اجازه دركړه ؟ د موټر چلوونكي وويل (( هغوى  په خپلو كې سره پوهيږي )) مانا دا چې مشر پكې لاس لري .  تيره ورځ د ننګرهاره څخه زما يو ملګري ماته  زنګ را ووهه، چې زمونږ د كورنۍ غړى د جرمني څخه ميلمانه راغلې وو، او اوس كابل ته راځي او كيداى شي چې ددوى تګ د جرمني په لوري د غرمې په  دولس يا يولس بجې وي او الوتكه د كابل څخه  الوتنه كوي  او هغوى بيرته جرمني ته ځي . ما و� �ته وويل سمه ده وروره زه به يو چاته ووايم چې ستاسې دا مشكل حل كړي ، ما د ولسي جرګې يو تن وكيل داكترصيب نعمت الله ته زنګ وواهه ، او مشكل مې ورته بيان كړ  چې دغه خلك نن جرمني ته سفر لري او الوتنه هم همدانن غرمه ده ، ته كه چاته ووايې چې دغه خلك راپريږدي . دوكيل صاحب دې كور ودان وي خپله هڅه يې وكړه ، په همدغه شيبه كې ماته هغه ملګري د سروبي له ولسوالۍ څخه زنګ راووهه ، ماته يې وويل (( وروره هغې عسكرو او پوليسو له مونږ سره ناوړه چ� �ند وكړ  او مونږ ته يې سپكې سپورې وويلې ، زمونږ په مخكې يې هغو ګاډو ته چې پيسې يې وركولې هغوى يې پريښودل  ، او چې مونږ ورته وويل چې ميلمانه يو، مونږ مشكل لرو ، مونږ ته يو تن بد اخلاقه عسكر وويل (( ځئ لاس مو خلاص ، والي ، قومندان د امنيه د ټولو لاس خلاص ، ورشئ وزير د داخلي ته ووايئ چې مونږ دا خلګ نه پريږدي ، هر چيرته چې ځئ لاس مو خلاص. او نورې سپكې سپورې……؟ زما ملګري ماته وويل وروره مونږ اوس د( لته بند ) په لاره مزل پيل كړ  خداى  په امان . رښتيا ددې خبرې په اوريدو ډير خواشينى شوم ، او زړه كې مې وويل ، كاش  چې پيسې مو و� �كړې واى، تاسې ولې د خپل مشكل خبره مو ورته وكړه ، ايا تاسې پردې پوليسو د جرمني د پوليسو ګمان كوئ  كه څنګه ؟ بيا مې وكيل صاحب نعمت الله ته زنګ وواهه ، هغه ته مې وويل (( داكتر صاحب ته ځان مه په عذابوه هغه ميلمنو  ته پوليسو سپكې سپورې وويلې او هغوى اوس د(  لته بند)  په لاره راځي . مونږ همدغه خبره د ولسي جرګې يو بل وكيل توكلزي صاحب ته چې د سروبي د والسوالۍ اوسيدونكى دى وكړه ، وكيل صاحب   وويل (( وروره مونږ ته هم په ورځ كې په سل ګونه كسان  ستا په څير شكايتونه كوي څه وكو ، اوبه له پاسه راخړې دي ، تاسره زه موافق يم دغو خلګو كې دا كارونه شته، له مشر نه نيولې تر كشره ټول …….؟؟؟  په همدې وخت كې د لغمان   ولايت يو تن وكيل مو� �وي صاحب الرحمن هم له مونږ سره خواخوږي وكړه او وې ويل ، وروره زه چې وكيل يم څو ځلې راسره د پوليسو له خوا بد چ� �ند شوى ، ګيله مكوه ، عسكر او پوليس ملامته نه دي ، چې خلكو نه پيسې اخلي ، او خلكو سره بد چلند كوي ، ټوله مام� �ه له بره نه خرابه ده هغوى ټول ……؟؟ له ځانه سره مې وويل (( هلكه د ولسي جرګې د وكيلانو سره په كابل كې پو� �يس بد چلند كوي ، او په ځېنو ځايونو كې وهل كيږي ټكول كيږي ، سروبى خولا د زرداد قومندان د وخت نه ښه نوم نه لري .كيداى شي پوليسو باندې تاثير يې كړي وي ځكه دټولنې پوهان وايي چې چاپيريال پر انسان اغيزه لري . په اخر كې خداى ج ته د دوعا لاس پورته كووم چې خداى دې هغو ټولو پوليسو ته هدايت و كړي ،كوم چې د كرزي د قانوني حكومت په دوره كې ، د استاد رباني د غيرې قانوني دورې  په څير كړنې او كارونه ترسره كوي ، او خداى دې هغه ورځ نه راولي چې خلك د سروبي دولسوالۍ څخه د تيريدو په وخت د هغه پخوانۍ لارې وهونكي قومندان زرداد ترخې خاطرې په ياد كړي . او زمونږ پوليس هم په دې وپوهيږي چې ، د افغانستان پوليس ، مونږ او نورو هغو كسانو چې د كرزي د دولت ملاتړ مو كړي ،د طالبانو لخوا مونږ او تاسې ته د مرتد او منافق په سترګه كتل كيږي  . پس خداى ته وګورئ لږ ځانونه اصلاح كړئ ، او د طالبانو د بيا واكمنۍ لپاره لاره مه پرانيځئ، ځكه هغه وخت هم قومندان زرداد په دغه لا� �ه كې خلك يې وژل او لوټول،، چې خداى ترې هر څه واخيستل ، نور نو تاسې پوهيږئ او خپل وجدان مو چې هر لاره درته ښه ښكاري ، د زرداد د وخت لوټماري او كه د طالبانو بيا راتګ …….؟ بيا به همدغه پښتو متل بس وي، څه ښه وايي چې ( نه به ته يې او نه به زه …..؟   پاى ",دپولیسودنده دخلکوامینیت دی که دهغولوتول اورټل ؟ 4132,لعل الدین اریوبي,"    پۀ ما جوړې تورې شپې شي تۀ چی بل ته پۀ خندا شی   پۀ زړګي مې راخورې شي تۀ چی بل ته پۀ خندا شی    د زړه تل مې پۀ لړزه شي مينارې مې دزړۀ ريږدي   څومره سختې زلزلې شي تۀ چی بل ته پۀ خندا شی     اميدونه مې تا لا شي دارمان غوټۍ مې مړاوې   راته ډيرې انديښنې شي تۀ چی بل ته پۀ خندا شی     سرۀ ارونه رانه تاو شي سيتمونه رانه تاو شي   اشنا غم مې يو پۀ درې شي تۀ چی بل ته پۀ خندا شی     شبګيرې مې پۀ سر واخلي انديښنې مې پۀ سر واخلي   هغه شپې څومره اوږدې شي تۀ چی بل ته پۀ خندا شی     هسې نه چې مې کا فر کړې بيا پۀ خپل اختيار کې نۀ وم  رانه هيرې کلمې شي تۀ چی بل ته پۀ خندا شی     ز مابله چاره نشته کلی کور به درته پريږدم   بار زما به جنازې شي تۀ چی بل ته پۀ خندا شی     ګرانه ډير راباندې ګران يې هيراولی خو دې نشم   پۀ ژاړه مې سترګې سرې شي تۀ چی بل ته پۀ خندا شی     لږ تپوس خو رانه وکړه چې په زړۀ مې څۀ تيريږي   خور م قسم ارې ارې شي تۀ چی بل ته پۀ خندا شی     ( لعل الدين ) پۀ زړۀ نازک هسې نه چې خون يې واخلې   رنګ يې ژيړ خولې خولې شي تۀ چی بل ته پۀ خندا شی   ", تۀ چی بل ته پۀ خندا شی 4133,نعيم الله مطيع الله," د مؤکدو سنتو فضيلت  د دي عامو  مؤکدو سنتو په  فضيلت کي  د حضرت ام حبيبي رضى الله عنها حديث راغلي دي چه هغه فرمائي : ما د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه او� �يدلي دي چه هغه فرمائي : (( من صلى اثنتي عشرة رکعة في يوم وليلة ، بنى له بهن بيت في الجنة ))  ترجمه : چا چه په يوه شپه او ورځ کي دولس رکعاته لمونځ وکړه ، نو ده لپاره به پري په جنت کي کور جوړ شي .  حضرت ام حبيبة � �ضي الله عنها فرمائي : چه کله ما د رسول الله نه دا حديث واوريده ، نو ما هيڅ کله دغه مؤکد سنت نه دي پريخودلي . او عنبسة فرمائي : چه ما کله د ام حبيبة نه دغه حديث واوريده نو ما دغه سنت بيا نه دي پريښي . او عم� �وبن ﺃوس فرمائي : چه کله ما د عنبسة نه دا حديث واوريده نو بيا مي دغه سنت نه دي پريښي . او نعمان بن سالم فرمائي : چه ما د عمرو بن ﺃوس نه دا حديث واوريده نو بيا مي دغه سنت نه دي ترک کړي .  د دي حديث روايت ام ام مسلم کړي دي چه نمبر ئي ٧٢٨ ] دي . ",د مؤکدو سنتو فضيلت 4134,نعيم الله مطيع الله,"  حضرت عائشة رضي الله عنها د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه � �وايت کوي ، چه هغه فرمائلي : (( رکعتا الفجر خير من الدنيا وما فيها )) ترجمه : د سهار دوه رکعته سنت د دنيا او د هغه څه نه ډير بهتر دي چه په هغي کي دي ، او په بل روايت کي دي : ( لهما ﺃ حب ﺇلي من الدنيا جميعا ) ترجمه : خامخا دغه دوه رکعته سنت ماته د ټولي دنيا نه ډير بهتر دي . د دي حديث روايت امام مسلم کړي دي چه نمبر ئي ٧٢٥ ] دي . او دا په ټولو سنتو کي ډير مؤکد سنت دي چه رسول الله صلى الله عليه وسلم په سفر او حضر  ( اقامت ) دواړو کي چيرته هم نه دي پريښي . ",د سهار د سنتو فضيلت 4135,نعيم الله مطيع الله,"  د دي په فضيلت کي د حضرت ام حبيبة حديث راغلي چه فرمائي : چه م ا د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه اوريدلي چه هغه فرمايلي : (( من حافظ على  ﺃربع رکعات قبل الظهر و  ﺃربع بعدها حرمه الله على النار )) ﺃخرجه ﺃحمد ٦ \\ ٣٢٥) و ابوداود : ١٢٦٩) والترمذي : برقم ٤٢٨ ) والنسائي برقم : ١٨١٤) وابن ماجة برقم : ١١٦٠) . ترجمة : چا چه حفاظت وکړه د څلورو رکعتونو د ماسپښين د فرضي لمانځه نه مخکي او د څلورو رکعتونو د ماسپښين لمانځه نه روسته الله به د دغي انسان بدن په اور باندي حرام کړي . ",د ماسپښن د سنتو فضيلت 4136,نعيم الله مطيع الله,"  د حضرت ام حبيبة رضي الله عنها  حديث چه کوم مخکي ذکر شوه دلالت کوي چه سنت مؤکد دولس رکعاته دي ، چه تفصيل ئي په ترمذي او نسائي کي راغلي دي ، د حضرت عائشة رضي الله عنها په روايت سره چه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائلي : (( من ثابر على اثنتي عشرة رکعة من السنة بنى الله له بيتا في الجنة ﺃربع رکعات قبل الظهر و رکعتين بعدها و رکعتين بعد المغرب ، ورکعتين بعد العشاء ورکعتين � �بل الفجر )) ﺃخرجه الترمذي برقم : ٤١٤) والنسائي برقم ( ١٧٩٤ ) . ترجمة : چا چه په دولس رکعاته سنتو باند ي هميشوالي وکړه الله به ورله په جنت کي کور جوړ کړي ، څلور رکعتونه د ماسپښين لمانځه نه مخکي ، او دوه رکعاته د ماسپښين نه روسته ،  او دوه رکعاته د ماښام نه روسته ،  او دوه رکعاته د ماخوستن نه روسته ،  او دوه � �کعاته د سهار د لمانځه نه مخکي . ",د سنتو مؤکدو شمير 4137,نعيم الله مطيع الله,"  عن ﺃبي هريرة رضي الله عنه ﺃن رسول الله صلى الله عليه وسلم قرﺃ  في رکعتي الفجر : ( قل يا ﺃيها الکافرون ) و ( قل هو الله ﺃ حد ) ﺃخرجه مسلم  ت� �جمة : حضرت ابوهريرة رضي الله عنه روايت کوي چه رسول الله صلى الله عليه وسلم د سهار په دوو رکعتونو کي قل يا ﺃيها الکافرون  او قل هو الله ﺃحد  سورتونه ولوستل . د سعيد بن يسار رضي الله عنه نه روايت دي ،  چه ماته عبد الله بن عباس رضي الله عنه خبر راکړه  ، چه رسول الله صلى الله عليه وسلم د سهار په دوو � �کعتونو کي دا آيت لوسته (( قولوا آمنا بالله و ما ﺃنزل ﺇلينا )) سورة البقرة : ١٣٦ ) او دوهم رکعات کي به ئي د سورة آل عمران دا ايات لوسته : (( آمنا بالله واشهد بانا مسلمون )) العمران : ( ٥٢) د دي حديث روايت امام مسلم کړي دي چه نمبر ئي ٧٢٧ دي . ",د سهار په دوه و رکعتونو کي مسنون قراءت 4138,نعيم الله مطيع الله,"  د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه نه روايت دي ، چه ما د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه اوريدلي ، چه د ماښام په سنتو کي به ئي (( قل يا ﺃيها الکفرون )) او (( قل هو الله ﺃحد )) لوسته د حديث روايت امام ترمذي کړي چه نمبر ئي ( ٤٣١ ) دي او امام الباني رحمه الله دا حديث حسن او صحيح بللي دي ، او ابن ماجة هم د دي حديث روايت کوي په  ( ١١٦٦) نمبر سره . آيا د ماسپښين مخکني څ� �ور رکعاته سنت به په يو سلام باندي ادا کيداي شي ، او که په دوو سلامونو باندي ئي ادا کول په کار دي ؟   شيخ محمد بن عثيمين رحمه الله فرمائي : چه څلور رکعاته سنت به په  دوو سلامونو باندي ادا کيداى شي ، او په يو سلام باندي ئي کول نه دي پکار ، ځکه چه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي : ( صلاة الليل والنهار مثنى مثنى ) د شپي او د ورځي لمونځ دوه دوه رکعاته دي . مجموع الفتاواى لابن عثيمين : ( ١٤ \\ ٢٨٨ ) ",د ماښام په سنتو کي مسنون قراءت 4139,نعيم الله مطيع الله,"   آيا د جمعي د لمانځه نه مخکي سنت مؤکد شته او که نا ؟  شيخ ابن باز رحمه الله فرمائي : چه د جمعي د لمانځه نه مخکي سنت مؤکد نشته ، چه کوم صحيح قول د علماء دي ، لکن د مسلمان � �پاره پکار دي چه کله جمات ته راشي نو لمونځ وکړي  ، څومره رکعاتونه چه ورته الله تعالى اسان کړي وي . مجموع ا� �فتاوى لابن باز : (  ١٢/ ٣٨٦- ٣٨٧)  د جمعي د لمانځه نه روستني سنت : عن ابي هريرة رضي الله عنه قال : قال � �سول الله صلى الله عليه وسلم : (( ﺇذا صلى ﺃحدکم الجمعة فليصل بعدها ﺃربعا )) ترجمة : کله چه يو کس ستاسو نه د جمعي لمونځ وکړي نو بيا دي د هغي نه روسته څلور رکعاته لمونځ وکړي . او په بل روايت کي دي : (( من کان منکم مصليا بعد الجمعة فليصل ﺃربعا )) ترجمة : څوک که ستاسو نه د جمعي لمانځه نه روسته لمونځ کوي نو څلور رکعاته دي وکړي .د حديث روايت امام مسلم کړي دي چه نمبر ئي (٨٨١ ) دي . او شيخ عبد العزيز بن باز رحمه الله فرمائي : چه د جمعي د � �مانځه نه روسته سنت مؤکد شته چه ډير ئي څلور رکعاته دي او کمه اندازه ئي دوه رکعاته دي . مجموع الفتاوى : ١٣/ � �٨٧) ",دجمعې دلمانځه سنت 4140,,"   دطالبانو له اړخه دتښتول شوي لبناني انجنير خليل حسن پلار محمد حسن له طالبانو نه دخپل زوی دخلاصون غوښتنه كړې دتښتول شوي انجنير پلار وايي طالبان دې دنوموړي زوی چې مسلمان دى په دې خاطر دې هم پريږدي چې په لبنان داسرائيلو بريدونو � �بنان ته مرګ ژوبله اړولې. دغه لبنانى انجنير ديارلس ورځې وړاندې طالبانو تښتولى او له حكومته يې غوښتي چې دخلاصون په بدل كې يې بندي طالبان خوشې كړي. ",دتښتول شوي لبناني انجنير پلار دده خلاصون غواړي. 4141,,"   ددفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي بي سي سي ته ويلي چې دهيواد په سويل كې شوي دغرني فشار عمليات ناكام ول نوموړي ويلي بايد دجنګ كولو تاكتيك نور ځله دې په بله بڼه ترسره كړي لومړى دې يوه سيمه پاكه شي دبيارغونې كارونه دې پكې پلي شي او بيا دې مخ بل لورته واړول شي. ",عظيمي: دغرني فشار عمليات بريالي نه ول. 4142,," د هلمند ولايت امنيه كومندان جنرال نبي جان ملاخېل وايي تېره ورځ يې په ګرمسېر ولسوالي كي درې طالبان وژلي او د هغوى يو سيمييز كومندان يې نيولى دى. م� �اخېل وايي پېښه هغه وخت رامنځته سوه چي طالب جنګياليو د ملي پوليسو پر يوه امنيتي پوسته باندي بريد وكړ، د نوموړي په وينا د بريد له امله دوه افغان پوليس هم مړه سوي دي. ګرمسېر ولسوالي د هلمند يوه له تر ټولو ناقرا� �و سيمو څخه ده چي تېره مياشت طالب جنګياليو د ۴۸ ساعتونو لپاره نيولې وه. ",چارواكي: په ګرمسېر كي مو طالب مشر نيولى دى 4143,ډاکټر حسن - لندن," حسنه نور له ما مین نه څه غواړې    یو دې وړه اروا له تن نه څه غواړېمړې مې کړه دلبره دزړګي ډیوې   نور له دې ویران مدفن نه څه غواړېمات شول پسر لیه په ډنډر ګ� �ان   نورله دې سپیره ګلشن نه څه غواړېپرې مې ږده ارمانه هسې تیروتې   زما له دې ریښې لمن نه څه غواړېپت دستم وساته ظا لمه لږ     نور مو له کڼډر وطن نه څه غواړېستا تر زلمي حسن صدقه به شي  نورله خوار وزار( حسن)نه څه غواړې ډاکټر حسن-لندن   ٢٠٠٦ /٨/٧ ",ریښې لمن 4144,," ", 4145,," ", 4146,"غوث ا� �دين فروتن"," د پښتو ژبې په اووم نړيوال سم ينار كې د ګډون لپاره د افغانستان  او پاكستان په ګډون له بېلابېلو سيمو څخه پښتان پوهان ، ليكوالان، څ يړونكي او شاعران  د اګست د مياشتې په لومړۍ نېټه د سه شنبې په ورځ د كوټې ښار ته رارسيدلي وو، په كوټه كې د يوې شپې تر تېرېدو وروسته د اګست په دوهمه د پنجشنبې د ورځې په مازديګر ټول ميلمانه د كاروان په شكل كې له كوټې ښار څ خه د زيارت ښارګوټي په لور چې د بلوچستان يو سياحتي مركز هم دى وخوځېدل . د پوره ګزارش لوستلو له پاره داځای کښېکاږﺉ       ",په زيارت کي د پښتو ژبي اووم نړيوال سيمينار ترسره شو 4147,عبدالهادي حېران," عبدالهادي حېران د درې واړو ناولونو خپلوي داسې ده چې تره، وراره او ورېرې ليکلي دي. ښکاره خبره ده چې کوم ناول تره ليکلى هغه مشر دى ځکه چې تره هم مشر دى او پاتې دواړه ناولونه کشران دي، خو د درې واړو ترمنځ ماته برسېره پر خپلوۍ دوستي هم ښکاري، ځکه خو يې وخت ښه تېرېږي، لکه قربان علي ""مراد"" چې وايي: وخت مې ځکه ښۀ تېرېږي ورونو کېمشر ځان مې دوى ته کشر کړى دى د همدغه مشر (سيد قاسم عارف) برکت دى چې دا درې واړه ناولونه تر ما راورسېدل او ومې لوستل. د ډېر وخته راسې چې کله زه د پښتو ناول په هکله د چا ليکوال ليکنه لولم نو دا خبره خامخا پکې وي چې په پښتو کې د ناول ډېر کمى دى. ريښتيا خبره دا ده چې په پښتو کې د څه شي کمى نشته؟ که په دقت سره و� �ته وګورو نو ډېر څه داسې دي چې کول يې پکار دي خو نه دي شوي، ولې د ناول کمى ډېر زيات ځکه احساسېده چې د دومره سترې او لرغونې ژبې په ځولۍ کې د ګوتو د شمېر څو ناولونه وه او هغه هم زياتره يا خو په يو داسې نظرياتي چوکاټ کې ليکل � �وي وه چې ځينو خلکو ځنې ښکاره کرکه لرله او يا يې هم بېخي علمي او ژور انداز لاره. حال دا چې په پرمختللې نړۍ او زم ونږ په ګاونډي هېوادونو کې د انټرنېټ او تلويزيون د عام کېدو څخه وړاندې د ناول له لارې نه يواځې سترې نظريې، فک� �ونه، انقلابونه، عقيدې او ټولنيز کدرونه د ولس ذهن ته رسول کېده بلکې ناول د خلکو د ساعت تېرۍ يوه ډېره ښه ذريعه هم بلل کېده. نو پکار خو دا وه چې په دغه دور کې د پښتو په سلګونو ناولونه ليکل شوي واى او اوس دا سفر د نورې ا� �تقا په لور روان وى. خو د وير او ماتم ځاى دا دى چې په سهېلي پښتونخوا کې ايله څو مياشتې وړاندې د پښتو لومړى ناول وليکل شو.خو دغه څو مياشتې (يا په اصلي معنو کې څو کلونه) وړاندې چې د پښتو ادب او ژبې د ودې او پرمختګ کار د پخوا په نسبت څو چنده زيات شوى دى نو د ناول برخه هم پکې ښه شوې ده او اوس شکر دى په پښتو کې دومره ناولونه شته چې که څوک پرې څېړنه کول يا کتاب ليکل غواړي نو ډېره خواري به کوي او په يوه ناسته کې به کتاب پرې نشي ليکلى. د هم دغې لړۍ دا درې ""خپلوان"" ناولونه هم دي چې لومړى يې ""سمندري باغيان"" محمد قاسم عارف، دوهم ""شپه له نيمې اوښتې"" سيده بي بي عارف او درېيم ""مرجانه"" ذبيح الله عارف ليکلى دى. لومړى ناول (سمندري باغيان) دوه کاله د مخه او کشران دواړه تازه په پېښور کې چاپ شوي دي.  غواړم چې په دې درېواړو ناولونو څو خبرې وليکم. ""سمندري باغيان"" چې د سيد قاسم عارف لخوا د اتلسو کالو په عمر کې ليکل شوى او په ٢٠٠٤ ميلادي کال کې چاپ شوى د يو داسې افغان زلمي کيسه ده چې په يوه وړه خو مهمه خبره له کوره خپه کېږي او د خپل سفر په اوږدو کې هند ته رسېږي. په هند کې د يو سکهـ په دوکان کې کار کوي او د هغه د کور غړى جوړېږي. څو کاله وروسته خپل کلي ته ستنېږي، خپل د مينې ارمان سر ته رسوي او چې بېرته هند ته ځي نو د هغه سکهـ محسن مړ کېږي. بيا دا ټوله کورنۍ په يو بل سرنوشت اخته کېږي. د ناول کيسه، ژبه، د فقرو جوړښت، مالومات او پېښې لوستونکى له ځانه سره بيايي او دا احساس ورکوي چې دا کيسه په لوستلو ارزي خو په څو ځايونو کې داسې ښکاري چې ليکوال په کيسه خپل کنټرول له لاسه ورکړى وي او ځينې داسې پېښې چې د کيسې روانۍ ته زيان � �سوي پکې په زور راوړل شوې وي. بيا هم په دومره کم عمر کې داسې يوه کيسه ليکل او هغې د ناول په شکل کې وړاندې کول يو ډېر زحمت غوښتونکى کار دى چې ښاغلي قاسم عارف تر ډېره حده په ښه توګه سر ته رسولى دى او که خپل دغه سفر په همدې توګه روان وساتي نو په راتلونکي کې به پښتو ته ډېر ښه ناولونه ډالۍ کړي. وروستني دوه ناولونه ""مرجانه"" او ""شپه له نيمې اوښتې"" سره همزولي دي، يانې په يو وخت چاپ شوي او د کيسې او ليکني انداز له پلوه ډېر ورته والى لري. داسې ښکاري چې دا ناولونه ډېر په تېزۍ سره ليکل شوي او خامخا ليکل شوي وي. ""خامخا"" ورته زه له دې کبله وايم چې قاسم عارف په اتلس کلنۍ کې يو ناول ليکلى دى نو ذبيح الله عارف او بي بي سيده عارف چې دغه عمر ته نژدې شوي دي دا سوچ راغلى چې دوى هم بايد د اتلس کلنۍ په عمر کې يو يو ناول وليکي او همدغه سوچ دا دواړه ناولونه زېږولي دي. دغه هم دوه اړخونه لري. يو خو دا چې دا ډېره ښه خبره ده چې د دې کورنۍ هر غړى د علم او ليک لوست په لاره روان دى او په کم عمرۍ کې د ليکوالانو په توګه راڅرګندېږي. زه خو وايم خداى دې د ټولو پښتنو بچي د همداسې صلاحيتونو خاوندان کړي چې په واړه عمر کې ستر کارونه وکړي، خو دا کار بايد تش د ريکارډ جوړولو لپاره ونشي. او دا خبره زه په خصوصي توګه ذبيح الله عارف او سيده بي بي عارف ته ځکه کوم چې د دوى نه وړاندې د دوى په کورنۍ کې قاسم عارف زما په نظر تر ډېره حده يو ښۀ ناول ليکلى ؤ نو بايد دوى دواړو دغه لړۍ پر مخ بيولې واى او د هغه ناول څخه يې هم ښۀ ناولونه ليکلي واى خو م تاسفانه چې دوى داسې نه دي کړي. د دوى دواړو ناولونه ډېرې سطحي کيسې لري او په کومو موضوعاتو چې د دې دواړو کيسو ا� �اڼه جوړه شوې د هغو پوره حق ندى ادا کړاى شوى. بيا هم زه دغې جذبې ته د قدر په سترګه ګورم چې دواړو ليکوالو په دې کم عمر کې دا ښه کوښښ کړى دى او هيله لرم چې دوى به د يوې داسې کورنۍ د غړو په توګه چې زيات کم عمره ليکوالان او مصنفين يې پښتو ته ورکړي دي شهرت ومومي خو بايد چې په خپل راتلونکي کې، او په خپلو راتلونکو اثارو کې د مشرانو � �يکوالو څخه لارښوونه واخلي. ",درې خپلوان ناولونه ( دعبدالهادي حېران ليکنه ) 4148,," ", 4149,," ", 4150,," ", 4151,," د هلمند د والي مرستيال اميرمح مد اخندزاده وايي چي د زمري پر ۱۶مه وسله والو طالبانو په موسى كلا ولسوالي كي يوه بېګناه ښځه او يو ۱۳ كلن ماشوم په دې تور وژلي  او بيا يې د عامي نندارې لپاره ځړولي دي چي ګواكي دوى افغان حكومت ته جاسوسي كول. ام ير محمد اخندزاده دا كار په كلكه وغانده او ويې ويل چي دغه وسله وال طالبان د بهرنيانو له خوا څخه ملاتړي دي. خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چي دا كار د دوى له خوا نه دى تر سره سوى، د ده په وينا كه چيري د دوى � �ه خوا داسي كوم كار وي خپله يې مطبوعاتو ته خبر لېږي. ",دولت: طالبانو يوه ښځه او يو ۱۳ كلن ماشوم اعدام كړي دي 4152,," پوهنیار سید حسن عدلیار Computerتعريف: Definition  د کمپيوټر نوم((Computerد ((Compute يعنې شميرلو له ويې (کلمې)څخه اخيستل شوې او له همدې امله کمپيوټر د شميرونکي په نامه ياديږي.که چېرې د کمپيوټر پيښليک ته پاملرنه وشي نو په لمړيو کې کمپيوټر د شمير د مسايلو د سرته رسو� �و لپاره په کار وړل کېده او له همدې کبله د کمپيوټر يا شميرونکي په نامه نومول شوی دی.مګر له شک پرته د نن و� �ځې کمپيوټرونه د شمير پر مسايلو برسيره په نورو بيلا بيلو برخو کې ،او نژدې د ژوند په ټولو برخو کې د ګټې اخيستو وړ ګرځيدلي او هغه په لاندې ډول تعريفولای شو:کمپيوټر يو اليکترونيکي ماشين دی چې لمړني ورکړل شوي معلوم ات ( (Data تر کار ((Process لاندې نيسي د مخکېنيو ورکړل شوو پروګرامونو پر بنسټ لمړني معلومات تحليل او تجزيه کوي او په ډير دقت او چټکتيا سره غوښتل شوي پايلې ساتي او يا هغه ښيې.پورتنی تعريف د کمپيوټر په اړه لاندې ټکي څرګندوي:1:کمپيوټر يو اليکترونيکي ماشين دی.2:کمپيوټر هر ډول لومړني معلومات چې رقمي ((Digital اطلاعاتو ته د بدلون وړتيا ولري هغه پراسس او مني.3:کمپيوټر هغه ماشين دی کوم چې د پروګرام کولو وړتيا لري.4:کمپيوټر هغه ماشين دی چې د پروګرام کولو وړتيا لري.5:کمپيوټر هغه منطقي ماشين دی کوم چې د لومړنيو معلوماتو دتحليل او تجزيې وړتيا لري.5:کمپيوټر په ډير دقت او چټکتيا سره مسايل حلوي.6:کمپيوټر د ساتنځي(حافظې)لرونکی دی.7:كه چېري په ورکړل شوي پروګرام او يا لمړنيو ورکړل شوو معلومات( (Data کې کومه غلطي يا اشتباه نه وي نو کمپيوټر ح سابي او منطقي مسايل پرته له کومې غلطۍ او اشتباه حلوي.يا په بل ډول ،کمپيوټر مسايل د پروګرام او لمړنيو ورکړل شوو معلوماتو ((Data پر بنسټ حلوي. له موږ سره مو اړیکه: E- mail:baseer.baheer@gmail.com Mob:(0093)(077) 36 45 651 Faculty of Science,Department of Computer Sceince ,Kabul University   ",کمپیوټر څه ته وایی؟ 4153,ژباړن:ب.بهیر وردګ," پوهنیار سید حسن عدلیار Computer History د بشر يو له پخوانيو اړتياؤ څخه شمير او محاسبې ته اړتيا وه.له همدې کبله دډيرو پخوا زمانو راهيسې انسانانو هڅه کړې تر څو د شميرلو لپاره ښه وسايل او لارې چارې وموم ي. په لمړيو کې يې د خپل لاس په ګوتو شمير کاوه. له ميلاد څخه مخکې په شپږمه پيړۍ کې معداد Abacus(چې د چوټ په نامه هم ياديږي)د شميرلو اله د ګټې اخيستووړ وګرځيده چې حتی په ځينو ځايونو کې تر دې وروستيو کلونو پورې ترې ګټه اخيستل کېده. د پاسکال((Blaise Pascalپه نامه يوه پيژندل شوي فرانسوي ساينس پوه په 1642زيږيز کال کې يو ماشين جوړ کړ چې د جمعې او تفريق چارې يې سرته رسولې.دا ماشين چې دجمع کونکي ماشين(Adding Machine)په نامه هم ياديده د څو څنګ په څ نګ څر خونو لرونکې وه لمړی څرخ د يويز د رقم او پاتې نور څرخونه د لسو او نورو رقمونو ښودونکی ؤ. پاسکال دا ماشين د پلار د مالياتي محاسبو د سرته رسولو لپاره چې دهغه دنده د مالياتو را ټولول او دهغه  محاسبه وه منځ ته راؤړ. له هغې وروسته د لايب نيز(Leibnitz 1686-1716 )په نامه يو بل الماني رياضي پوه يو محاسباتي ماشين جوړ کړ چې د جمعې او منفي پر چارو برسيره يې د ضرب او ويش د چارو په سرته رسولو هم لاس بری ؤ.دا ماشين په حقيقت کې د پاسکال د ماشين پراختيا موندلی ډول ؤ. د بريتانيا د کايبريج پوهنتون استاد چارليز بابيج(Charles (Babbage په نولسمه زيږيزه پيړۍ کې يو ماشين ډيزاين کړ چې هغې ته لمړنی کمپيوټر ويلی شو دا ماشين د تفاضلي ماشين(Difference Engine)                                &nb; sp;                                               په نامه ياديده او دشمير لمړنۍ چاري يې سرته رسولي د کار ډول يې اليکترونيکي نه بلکې په ميخانيکي ډول ؤ بابيج له هغې وروسته د يوه داسې ماشين د منځ ته راوړلو په فکر کې شو چې په سملاسي توګه او د پروګرام په واسطه کار وکړي. بابيج دا ماشين د تحليلي ماشين (  Analytical Machine ) په نامه ونوموه . بابيج پخپل وخت کې د تکنالوژۍ ،پيسو او نورو فني محدوديتونو له امله ونشو کړای چې د خپلې غوښتنې پر بنسټ دا ماشين عيار کړي. تحليلي ماشين د لاندې پنځو ځانګړتياؤ په درلودلو سره د نن ورځې د کمپيوټر داساساتو بنسټ کېښود. 1:کمپيوټر ته د معلوماتو ( (Data د ننه ايستلو د وسايلو لرل. 2:د ساتلو دوسايلو لرل. 3:د شميرونکي يا پراسسور لرل. 4:د کنټرول د څانګې لرل. 5:د پايلو دښودلو لپاره د وسايلو لرل. که څه هم تحليلي ماشين چې د هغې مفکوره بابيج وړاندې کړې وه د نن ورځې له کمپيوټرونو سره ورته والی درلود او دده فکرونو ته په کتو چې دده له زمانې څخه مخکې ؤ او همدارنګه د همغې زمانې  د فني شونتياؤ د نه درلودلو له امله بابيج ونشو کړای چې دا ماشين په خپل وخت کې جوړ کړی مګر دده مفکورې د نن ورځې د کمپيوټرونو د جوړولو لپاره بنسټ وګرځيد نو ځکه بابيج د کمپيوټر بنسټ ايښودونکی بولي. له بابیج سره د تحليلي ماشين د پروګرام د منځ ته راوړلو � �پاره د (Augusta (Adaپه  نامه يوې انګليسي ښځې مرسته کوله نو که چېرې د کمپيوټر بنسټ ايښودونکی بابيچ وي نو Adaد کم پيوټر  لمړۍ پروګرامره نومولی شو.په رښتيا سره چې د بابيچ مفکوره ددې ښځې کارونو هڅوله.د Adaد پروګرام ليکنې ژبه چې په 1979 کال کې معرفي شوه د همدې ښځې په نامه نومول شوې.د هرمان هالريټ(Herman Hollrith) په نامه د يوه امريکايې پوه د جدول بندۍ ماشين(  Tabulating Machine ) هم د اهميت وړ دی. له دې ماشين څخه په کال 1890 کې دامريکا د سر شميرنې لپاره کار واخيستل شو او ددې پواسطه په کمه موده کې د سر شميرنې کار پای ته ورسيد. په کال 1896 کې هرمان هالريت د جدول بندۍ د ماشينونو شرکت منځ ته راوړ چې دا شرکت بيا په کال 1924 کې له څو نورو شرکتونو سره يوځای شو تر څو د IBM((International Business Machineشرکت منځ ته راغی. د شمير ټول مخکې ياد شوي ماشينونه هغه ماشينونه ؤ چې په ميخانيکي ډول يې کار کاوه. په شميريزو چارو کې له ميخانيکي چارو څخه ګټه اخيستل د لاندې نيمګړتياؤ لرونکی وو: v   د حجم زياتوالی v   د چارو سستوالی v   له ټوټو څخه د يوه په خرابوالي او يا ورستوالي سره په چارو نه ډاډمن توب v   په يوه ټاکلي حد کې د پرمختګ دريدنه په کال 1946 کې د انياک((ENIAC(Electronic Numerical Integrator and Calculator )په نامه لومړنی اليکترونيکي کمپيوټر د ددوو تنو هر يو ايکريت ( Eckert  )او ماچلي(Mauchly) په واسطه جوړ شو.دا کمپيوټر چې ددوهمې نړيوالې جګړې پر مهال پرې کار شوی ؤ د نظامي موخو لپاره جوړ شوی ؤ. د ENIACکمپيوټر د لاندې ځانګړتياؤ لرونکی ؤ: v   ددې کمپيوټر حجم ډير زيات ؤ حتی تر دې چې 1500 فوټ مربع په � �اوخوا کې يې ساحه نيوله. v   دروندوالی يې 30 ټنو ته رسيده. v   له 1800 څخه زياتو خلا لرونکو � �امپونو(Vacuum Tubes) څخه په کې کار اخيستل شوی ؤ. v   داچې دا ماشين اليکترونيکي ؤ نو د شمير له ميخانيکي ماشينونو څخه 200 ځلې چټک ؤ. v   د پرګرامونو دساتلو لپاره يې ساتنځی نه درلود او ټول پروګرام په يو ځايې توګه هغه ته ورکول کېده چې له همدې امله ددې کمپيوټر پروګرام کول ستونزمن ؤ. همدې دوو تنو وکړای شوای چې په 1952 کال کې د EDVAC(Electronic Discrete Variable Automatic (Computerماشين ډيزاين کړي.چې دEDVACماشين د ساتنځي لرونکی ؤ او کولای شوای چې پخپل ساتنځي کې پروګرام ته ځای ورکړي. له موږ سره مو اړیکه: E-mail:baseer.baheer@gmail.com Mob:(0093)(0799) 43 84 57 Faculty of Science,Department of Computer Sceince ,Kabul University   ",د کمپیوټر پېښلیک 4154,"ژباړن :ب.بهیر وردګ"," پوهنیار سید حسن عدلیار Computer Generations اليکترونيکي کمپيوټرونه د هغوی دپيدايښت له نيټې څخه (1946م)تر ننه له بيلا بيلو پړاونو څخه تير شوي دي.او د پرله پسې هاند او هڅې له کبله د نن ورځې په عصري او پر مختللې بڼه بدل شوي دي.ددې پرمختګونو څ خه ځيني يې د کمپيوټر په صنعت کې د بنسټيزو بدلونو لامل ګرځيدلی. ددې بدلونونو څخه هريود کمپيوټر د يوه نسل په نامه ياديږي له همدې کبله کمپيوټر په لاندې پنځو نسلونو ويشل شويدی.دلمړي پړاو کمپيوټ� �ونهد لمړي پړاو ( 1958-1946 )په کمپيوټرونو کې د خلا  لامپونو (Vacuum Tubes )له تکنالوژۍ څخه ګټه اخيستل � �وې ددې پړاو کمپيوټرونه د لاندې ځانګړتياؤ لرونکي ؤ: څرنګه چې د خلا د لامپونو حجم تقريبا د بريښنا د ګ� �وپونو په اندازه دی نو له همدې کبله ددې پړاو کمپيوټرونه دډير حجم لرونکي ؤ. د هغوی چټکتيا لږه او اندازه يې په ملي ثانيه کېده. ډيرې انرژۍ ته يې اړتيا وه او همدارنګه يې ډير تودوالی منځ ته راوړه. د هغوی دجوړلو لپاره ډيرو پيسو ته اړتيا وه له همدې کبله د هغوی قيمت هم ډير ؤ او يواځې د لويو شرکتونو او حکوم تونو په واسطه په نظامي ،څيړنيزو ، پوهنيزو او سوداګريزو برخو کې ترې ګټه اخيستل کېده. له 2000 څخه تر 4000 کلمو پورې يې دساتنځي ظرفيت ؤ. دهغوی په پروګرام جوړونه کې يواځې د ماشين له ژبې څخه کار اخيستل کېده.له همدې کبله د هغوی پروګرام جوړول ستونزمن او يواځې په يوې ډلې متخصصينو پورې محدوده وه.ددوهم پړاو کمپيوټرونهددوهم پړاو په کمپيوټرونو کې د ترانزستور(Transistor) يا(Transfer Resistor )له تکنالوژۍ څخه ګټه اخيستل � �وې چې د هغوی حجم د لمړي پړاو د کمپيوټرونو په پرتله لږ او چټکتيا يې ډيره ده.ترانزستورونه هغه کوچني وسايل دي چې کولای شي سګنالونه لوی کړي يا دايره((Circuit خلاصه او يا تړلې وساتي.ترانزستورونه چې په 1948 م کال کې منځته � �اغلل او په 1956م کال په کمپيوټرونو کې په کار يوړل شوه ،په ټوليز ډول په اليکترونيک  او په ځانګړي ډول يې په کمپيوټرونو کې يو لوی بدلون منځته راوړی دی.ترانزستورونه تودوخې ته اړتيا نه لري لږه انرژي مصرفوي او د چارو په سرته رسولو کې چټک او دقيق وي.ددريم پړاو کمپيوټرونهددريم پړاو په کم پيوټرونو کې دIC((Integrated Circuitله تکنالوژۍ څخه ګټه اخيستل شوې له همدې امله ددې پړاو د کمپيوټرونو حجم لږ ،او چټکتيا يې ډيره ده چې اندازه يې په مايکرو ثانيه (    1000000/1ثانيه   )سره کېږي.ICيو بشپړ اليکت� �ونيکي سرکت دی چې د سليکان (Silicon) د يوې ټوټې (Chip) د پاسه ځای لري او په هغه کې په زرګونو حتی په ميلونونو ت� �انزستورونه ځای په ځای شوي دي.د سليکان له فلز څخه دICپه جوړولو کې د لاندې دلايلو پر بنسټ ګټه اخيستل � �وې:1:سليکان د بريښنا نيمه هادي(Semiconductor )فلز دی چې په پوره پاملرنې سره د بريښنا بهير په هغې کې کنتروليږ ي.2:قيمت يې لږ دی.3:لږې انرژۍ ته اړتيا لري.4:دDataپه ساتلو کې د لوړې پاملرنې لرونکی دی.ICنظر ترانزستورونو ته د لاندې ښيګڼو لرونکی وي:1:دډاډ وړتيا((Reliability:هغه کمپيوټرونه چې د ICپر بنسټ جوړ شوي وي له غلطۍ سره لږ مخ کېږي ددې دليل دادی چې د ICټوټې(Chip )له نصبولو دمخه په ښه توګه ازمويل کېږي.2:کچه(Size):هغه کمپيوټرونه چې له ICڅ خه جوړ شوي وي ددوی د کوچنوالي دليل دادی چې په سلګونه ترانزستورونه کولای شي چې د يوه (Chip)د پاسه ځای په ځای � �ي.3:چټکتيا(Speed):د ICد کار چټکتيا د ترانزستورونو په پر تله ډيره ده.4:قيمت(Cost):د ICله ګټې اخيستو څخه دم خه د کمپيوټرونو حجم لوي ؤ او ډير لګښت ته  يې اړتيا لرله له همدې امله د نظامي ،څيړنيزواو پوهنيزو موخو � �پاره د حکومتونو او لويو شرکتونو پواسطه په کار وړل کېده د IC له ګټې اخيستو وروسته د کمپيوټرونو حجم لږ او هم دارنګه  قيمت يې هم لږ شو.ددريم پړاو کمپيوټرونو کولای شوای چې په يوه وخت کې څو پروګرامونه سرته ورسوي. د پروګرام ليکنې ژبو هم په دې پړاو کې ډيره پراختيا ومونده. د کمپيوټر پواسطه له لرو لارو څخه (Remote Communication)د م خابراتي ليکو له لارې د معلوماتو د بدلولو شونتيا هم په همدې پړاو کې مهيا شوه.د څلورم پړاو کمپيوټرونهد څلورم پړاو (له 1971 کال څخه تر ننه)کمپيوټرونو هم د IC له تکنالوژۍ څخه ګټه اخيستې ده .ددريم پړاو له کمپيوټرونو سره دا توپير لري  چې دسليکان په يوه کوچنۍ ټوټه کې په زرګونو حتی په ميلونونه ترانزستورونه ځای په ځای شوي دي چې دې کار د کمپيوټرونو د حجم له وړوکي کولو سره مرسته کړې. په کال 1971کې د Intel(Integrated Electronics)د شرکت پواسطه د مايکرو پراسسر ډيزاين او توليد د څلورم پړاو د کمپيوټرونو پيل په نښه کړ.د Intel دشرکت لخوا د 4004 مايکروپراسسور وړاندې کول ددې مايکروپراسسرونو نسل پيل کړ.کوم کمپيوټرونه چې په دې پړاو کې بازار ته وړاندې شول نظر مخکنيو کمپيوټرونو ته يې قيمت لږ او هر چا کولای شوای چې دا کمپيوټرونه وپلوري او په ورځنيو چارو کې ترې ګټه واخلي دا ډول کمپيوټرونه د ځاني کمپيوټرونوPC(Personal Computer) په نامه هم يادوي.کوم لم ړنی کمپيوټر چې په کال 1981 کې د  IBM شرکت لخوا بازار ته وړاندې شو د 8088شميرې پراسسور لرونکی ؤ.د PC په منځ ته � �اتلو سره د کمپيوټر پروګرامونو په پراخه کچه پراختيا وکړه او په ټولو ځايونو کې په ډيره چټکتيا سره کمپيوټ� �ونه د ګټې اخيستو وړ وګرځيدل.په رښتيا سره چې PC په پرزه جاتو او پروګرامونو کې يو لوی بدلون راووست. هغه کم پيوټرونه چې د چارو د سرته رسولو لپاره يې له مايکروپراسسور څخه ګټه اخيسته د مايکرو کمپيوټرونو په نامه ياديده.د پنځم پړاو کمپيوټرونهد کال 1980 له لمړيو لسيزو څخه هلې ځلې روانې وې تر څو دارنګه کمپيوټرونه جوړ شي چې دهغوی چارې په ورکړل شوو پروګرامونو نه بلکې په مصنوعي ذکاوت(Artificial Intelligence)متکي وي.په څرګند ډول که ووايو چې داسې کمپيوټرونه به جوړ شي چې دمسايلو په حل کې به پخپله تصميم ونيسي (زموږ له کنترول او پروګرام پرته).  Robotددې ډول کمپيوټرونو لمړنۍ بيلګه ده.ددې ډول کمپيوټرونو په منځ ته � �اتلو سره به د پنځم پړاو کمپيوټرونه پيل شي.د LISPاو Prolog د پروګرام ليکنې ژبې هم دهمدې لپاره ډيزاين شوې دي.په دې برخه کې جاپانيان چې له له نورو څخه مخکې والی او برياليتوبونه هم لري،دوي دا ومونده چې  کمپيوټرونه د مساي� �و په حل کې د لوړې چټکتيا ،ځيرتيا ،ډاډ او همدارنګه د اوږدې مودې لپاره د معلوماتو د لويو کمياتو د ساتلو قدرت � �ري.له بلې خوا دا کمپيوټرونه کولای شي چې بيلابيلې چارې په يوه وخت او د ستړتيا له احساس پرته (انسانان دستړتيا احساس کوي او نشي کولای چې په پرله پسي او له ځنډ پرته کار وکړي)سرته رسوي.د نورو ښه والو(د هوډنيونې قد� �ت،نوښت،او دنه وړاندوينې په شرايطو کې د چارو ادامه) په اضافه کولو سره  انسان کولای شي چې کمپيوټرونه پر م ختللي وګرځوي.البته هغه پوهان چې د کمپيوټري پوهو په دې برخه کې کار کوي په دې اند دي چې بشر تردې دمه له هغو کارونو څخه ډير لرې دی چې تر څو هغه کمپيوټرونه منځ ته راوړي کوم چې دوی پخپله د مسايلو  په حل کې خپله عمل وکړي. له موږ سره مو اړیکه: E-mail:baseer.baheer@gmail.com Mob:(0093)(0799) 43 84 57 Faculty of Science,Department of Computer Sceince ,Kabul University ",د کمپیوټر نسلونه 4155,,"   كابل كې بينوا ويبپاڼې ته دايساف له لوري په راغلي خبرپاڼه كې ليكل شوي چې تيره ورځ 10:30 بجې دغو ځواكونو يو افغان امنيتي سرتيرى لومړى په ډزو ټپي كړ چې بيا وروسته ددرملنې په مهال ومړ. ايساف وايي پيښه دهلمند په موسى كلا ولسوالۍ هغه مهال رامنځته شوه ك� �ه چې دغه افغان پوليس په ملكي كاليو كې ددوى پوځي اډې ته ور روان وه دوى وانګيرله ګوندې كوم طالب به وي نو ځكه يې ډزې پرې وكړي. دغه ځواكونه وايي دپيښې په اړه به پلټنې وكړي.  ",ايساف دولتي پوليس په ډزو وواژه. 4156,," ", 4157,," ", 4158,رحيم ګل څاروان-كابل,"   بيا يې په لبنان جوړ محشر كړ بيا دي دانسان وينو ته تږي شوي بيا دكوم وحشي انسان په څېر راويستلي ځناور او سړي خور غاښونه بيا لكه ليوني سپي داړي لبناني ماشومان بيا يې دلبنان پيغلې كړې بې پلاره بيا يې ځوانان كړل شهيدان ناوي يې � �ولۍ كې كونډې كړلې بيا يې دمور له غيږې واخيستل خواږه بچي بيا يې دبيروت كوڅې په وينو رنګ كړې خو اى دوخت او زمانې فرعونه بيا به خداى موسى كړي پيدا  ستا دظلم او تيري لاس به دنيل په سيند كې ډوب كړي له تا به هم خپل انتقام واخلي په تش لاس نه په ايوبي تورو به په ايوبي تورو به                               &nbs; p;                               & nbsp;           كابل 9-8-2006 ",سړي خور اسرائيل 4159,,"   په كابل كې دائتلافي ځواكونو خب� �پاڼه چې بينوا ته هم رسيدلې پكې راغلي چې تير ماښام دنورستان دكامديش دبيارغونې دولايتي ډلې يا PRT په مركز دير� �و مخالفينو لومړى بريد وكړ چې بيا دغو ځواكونو په ځوابيه ډزو كې ترې 15 مخالفين ووژل. خبرپاڼه دا هم وايي چې دائتلافي ځواكونو دوه سرتيري له يوه افغان پوليس سره يوځاى هم په پيښه كې ټپيان شول. ",ائتلاف: په نورستان كې مو 15 مخالفين وژلي. 4160,,"   انجنير خليل هغه لبنانى انجنير چې درې اوونۍ وړاندې طالبانو يرغمل نيولى وه نن يې خوشې كړى طالبانو دنوموړي په بدل كې له دولت څخه دخپلو بنديانو دخوشې كيدو غوښتنه كړې وه. دتښتول شوي لبناني انجنير پلار حسن د خبر پخلى كړى خو لا هم دغه انجنير ورته ندي رسيدلى. تيره ورځ دتښتول شوي لبناني پلار بينوا ته ويلي وه چې طالبان دې دده ځوى پدې خاطر هم چې مسلمان دى خوشي كړي. ",تښتول شوى لبنانى انجنير خوشې شو. 4161,," طالب وياند ډاكټر محمدحنيف وايي نن غرمه يې ځواكونو د پكتيكا ولايت دياخېلو ولسوالۍ د مغلو په كلي كي د ايتلافي ځواكونو موټر په ريموټ كنټ� �ول بم الوزولى دى چي له امله يې موټر په بشپړه توګه ويجاړ او پكښي سپاره عسكر ټول مړه سول. خو د نوموړي د دې ادعا په اړه ايتلافي ځواكونو تر اوسه څه نه دي ويلي. ",طالب وياند په پكتيكا كي د امريكايانو د وژلو خبر وركوي 4162,,"   نن دولسمشر كرزي په وړاندې پنځو نويو وزيرانو كريم خرم داطلاعاتو او كلتور وزير, محمد امين فرهنګ دسوداګرۍ وزير, جليل شمس داقتصاد وزير, احسان جاويد دت� �انسپورت وزير او حسن بانو دښځو وزيرې چې دوه ورځې وړاندې ولسي جرګې ورته دباور رايه وركړه, دلوړې مراسم ترسره كړل. ولسمشر كرزي نويو وزيرانو ته وويل چې دخپلو دندو په اجرا كولو كې بايد رښتيني اوسي. ",پنځو نويو وزيرانو لوړه وكړه. 4163,," د متحده ايالاتو د جاسوسي شبكې سي، آى، اې كاركوونكى ډيويډ پاسارو د يو افغان بندي پر وهلو_ټكولو محاكمې ته بلل سوى دى.دا افغان بندي چي عبدالولي نومېدئ درې كاله وړاندي يې په افغانستان كي د امريكايانو په يوه پوځي هډه كي وروسته له دوو ورځو وهلو_ټكولو خپل ژوند له لاسه و� �كړى وو. عبدالولي په افغانستان كي پر يوه امريكايي پوځي هډه د راكټونو په توغولو تورن وو.ډيويډ پاسارو لوم ړنى غير پوځي امريكايي دى چي د يو افغان بندي د وهلو_ټكولو په تور محاكمې ته راكاږل كېږي. ",د يو افغان بندي امريكايي قاتل په امريكا كي محاكمه كېږي 4164,," نن غرمه د كندهار ښار په � �وېديځ كي يو كاناډايي سرتېرى د ګزمې پر مهال په ډزو وژل سوى دى، د كاناډايي ځواكونو وياند جان نيدركوټ وويل د پېښي په اړه يې پلټني پيل كړي دي. خو په عين وخت كي يې د طالبانو له خوا د نوموړي د وژني امكان رد كړ. طالبانو هم تر اوسه د دې سرتيري د وژني په اړه څه نه دي ويلي. ",په كندهار كي د ګزمې پر وخت يو كاناډايي سرتېرى وژل سوى 4165,,"     ",افغان رساله د هيواد دخپلواکۍ ۸۷ يمه کليزه لمانځي 4166,," ", 4167,," ", 4168,," ", 4169,پوهنوال ډاکترنظر م. سلطانزی ځدراڼ," ليکوونکی: دافغانستان داتوم انرژي سازمان  (AAEC)  پخوانی مسئول مشر دهستې فزيک پوه پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ (  جرمني)   د ١٩٤٥ م کال  د اګست د مياشتي پر شپږمه نېټه د سهار په اتوبجو د لږ څه نهه زرو متروارتفاع څخه دنړې لوم ړی اتوم بم د يوې اې نولا ګاې نومې بې  نهه ويشت   (B-29 bomber Enola Gay) الوتکې څخه د جاپان هيروشيما په ښار باندې د امريکا پوځي واکدارانو له خواواچول شو. نن ورځ په جاپان او همدارنګه په ټوله نړۍ کې دنوموړې غميزې د يو شپيتم تلين ونمانځل شو .همدارنګه درې ورځې وروسته يانې ( نن )  د اګست مياشتې په نهمه نيټه دويم اتوم بم د ناګازاکي په شار باندې واچول شو.   ددې موضوع پاته برخه ددغه ځای په کښېکاږلو سره و� �ولی   ",يوشپېته کاله مخکي دهيروشيماداټوم بم غميزه 4170,,"   بينوا ته دايساف له اړخه په راغلې خب� �پاڼه كې ويل شوي چې ددغو ځواكونو يو سرتيرى تيره ورځ دهلمند دموسى كلا په ولسوالۍ دطالبانو له لوري په ډزو كې سخت ټپي شوى دوى دنوموړي هويت ندى په ډاګه كړى. ",موسى كلا كې دايساف يو سرتيرى ټپي شوى 4171,ژباړن :ب.بهیر وردګ," پوهنیار سید حسن عدلیار Types of Computer کولای شو چې کمپيوټرونه د ځينو ټکو له په پام کې نيولو سره په ډولونو وويشو.د معلوماتو د پ� �اسس له مخې کمپيوټرونه په لاندې دريو ټولګيو ويشل شوي دي.رقمي کمپيوټرونه(Digital Computer):دا هغه کمپيوټرونه دي چې دتورو او اعدادو په مټ کار کوي او په ټوليزه توګه د ګټې اخيستو وړ دي.په دې ډول کمپيوټرونو کې بايد ټول کميتونه د (Digit)په توګه څرګند شي.کمپيوټر ته لمړني ورکړل شوي معلومات د تورو اعدادو او نښو څخه تشکېل شوي او هغه پايله چې د کمپيوټر په مټ ښودل کېږي هغه هم د تورو او اعدادو په بڼه وي او له همدې ډول کمپيوټرونو څخه ډيره ګټه اخيستل کېږي. د رقمي کمپيوټرونو پايله د قياسي کمپيوټرونو په پرتله دډېر د� �ت لرونکې وي.قياسي کمپيوټرونه(Analog Computers):دا هغه کمپيوټرونه دي چې دنښو (Signal)په واسطه کار کوي.دا کمپيوټرونه د رقمي کمپيوټرونو بر خلاف توري او اعداد نه پيژني مګر په يوه ټاکلي دقت سره کميتونه اندازه کوي.ددې ډول کمپيوټرو استعمال محدود دی او په ځانګړو برخو کې لکه د بريښنا د ولتاژ اندازه کو� �،چټکتيا،تودوالي،لوړوالي،د تيلو حرکت،د زاويو دوران ،د انرژۍ د سرچېنو موندل او په نورو ځانګړو برخو کې ترې ګټه اخيستل کېږي.له شک پرته دا کمپيوټرونه ډيرې مهمې چارې سرته رسوي مګر ګټه اخيستل ترې محدود دي.څنګه چې داډول کمپيوټرونه د مقاديرو پرتله او اندازه کول په عين عمليه کې سرته رسوي نو دهمدې لپاره ساتنځي ته اړتيا نه لري. ددي ډول کمپيوټرونو چټکتيا د رقمي کمپيوټرونو په پرتله ډيره خو ځيرتيا يې نسبتا لږ ده.ت� �کېبي کمپيوټرونه(Hybrid Computers):دا ډول کمپيوټرونه د دوو پورته ياد شوو ډولونو د ځانګړتياؤ لرونکې دي له هم دې کبله د هايبريد يا ترکېبي کمپيوټرونو په نامه ياديږي.داډول کمپيوټرونه کولای شي چې رقمي او يا قياسي لوم ړني معلومات ومني.چټکتيا يې د قياسي او ځيرتيا يې د رقمي کمپيوټرونو په څير دي.په ډيرو ځانګړو برخو لکه د هوايې دفاع سيستم،د طبي لابراتوارونو وسايلو اوپه داسې نورو برخو کې چې هلته د لومړنيو معلوماتو د دواړو ډو� �ونو اندازه کول اړين وي د ګټې وړ ګرځي.کمپيوټرونه د چارو دسرته رسولو د چټکتيا او قدرت له مخې په لاندې څلورو � �ولونو ويشل شوي دي:لوی کمپيوټرونه(Super Computers):له چټکو کمپيوټرونه څخه دي چې په يوه ثانيه کې د ميلونونو چارو په سرته رسولو لاس بري دي.په پوهنيزو، څيړنيزو او نظامي پروژو کې د ګټې اخيستو وړ دي.دې ډول کمپيوټرونو د کمپيوټر په صنعت کې د لويو هيوادونو دسيالۍ لپاره شونتياوې منځ ته راوړې. ددې کمپيوټرونو قيمت ډير د قوي او يا له يوه څخه د زياتو پراسسورونو لرونکی وي.Mainframeکمپيوټرونه:دا کمپيوټرونه اصلاً په کمپيوټري شبکو کې د ګټې اخيستو وړ ګرځي.په دې سيستم کې د Timesharingپه نامه د يوه تخنيک په مټ کېدای شي چې څو کارنه (Users)له کمپيوټر سره د ليکمن او يا مانيتور له لارې په يوه وخت کې وصل شي.له دې ډول کمپيوټ� �ونو څخه لوی شرکتونه او دولتي يا غير دولتي ادارې کار اخلي.ددې ډول کمپيوټرونو قيمت ډير او په لږ وخت کې دDataد � �ويو کمياتو په  پروسس کولو لاس بری دی.کوچني کمپيوټرونه(Mini Computers ):د معلوماتو د ساتلو د وړتيا او چټکتيا په برخو کې له Mainکمپيوټرونو  وروسته دا قوي کمپيوټرونه دي چې نسبتاً د کوچنيو ش� �کتونو لخوا ترې ګټه اخيستل کېږي.د چارو په  سرته رسولو کې د قدرت او چټکتيا له په پام کې نيولو سره په منځني ح د کې ځای لري.مايکرو کمپيوټرونه(Micro Computers):دا کمپيوټرونه چې د ځاني کمپيوټرونو په نامه هم ياديږي د معمولي دود وړ کمپيوټرونوله ډول څخه دي.په ټوليزه توګه کېدای شي چې دا ډول کمپيوټرونه په دوو � �اندې بڼو  وموندل شي.الف :د ميز دسر کمپيوټرونه(Desktop Computers):دا ډول کمپيوټرونه د ميز په سر ايښودل کېږي او د لاندې بيلا بيلو برخو لرونکي دي:دسيستم برخه(System Unit):پراسسور،ساتنځی ،اصلي دړه،د� �ايوونه،پورټونه او د کمپيوټر نورې پرزې د سيستم په برخه کې ځای په ځای شوي دي.د ښودنې پاڼه(Monitor)ليکمن(Keyboard) موږک(Mouse)ب:د ليږدولو وړ کمپيوټرونه(Portable Computers):دا ډول کمپيوټرونه د کوچني حجم ل� �ونکي دي او ديوه لاسي بکس په څير او حتي له هغه څخه هم اسانه کېدای شي چه په جيب کې يوړل شي.د پلن سکرين (Flat Screen) لرونکي دي او دبطرۍ په مرسته انرژي اخلي.ددې ډول کمپيوټرونو مشهورې بيلګې دادي:Laptop کم پيوټرونه:د يوه لاسي بکس په څير کوچني کمپيوټرونه دي چې تاسو کولای شۍ د ګونډو د پاسه کېږدۍ او کار پرې وکړۍ.له همدې امله د Laptopپه نامه ياديږي.داډول کمپيوټرونه له يوې بطرۍ څخه ګټه اخلي چې د بريښنا له تللو وروسته بيا هم تر يوه مهاله کار کوي.لاسي کمپيوټرونه(Handheld Computers):کوچني کمپيوټرونه دي چې کو� �ای شو د يوه لاس پواسطه هغه ونيسو او په بل لاس پرې کار  وکړو له جيب څخه د هغه په وړلواو راوړلو کې ګټه اخيستي شو.د کليزې،ديادښت کتابچه ،اطلاعاتي بانګ،اود حساب د ماشين په توګه د چارو د سرته رسولو لپاره او هم داسې په نورو برخو کې کولای شو چې ترې ګټه  واخلو.دا ډول کمپيوټرونه د ښودنې له کوچنۍ پاڼې او کوچني ليکمن څخه ګټه اخلي.ډير له دې ډول کمپيوټرونو څخه د ليکمن او موږک په ځاي له يوه قلم او اشاره کوونکې دستګاه څخه کار اخ� �ي.پروګرامونه يې معمولاُ په ROMکې ساتل شوي وي.دPalmtop او PDA(Personal Digital Assistant) په نامه هم ياديږي.نوټ:لکه څرنګه چې هر کمپيوټر کېدای  شي له يوه ځاي څخه بل ځاي ته وليږدول شي،له همدې امله ددې ډول کمپيوټرونو لپاره د ليږدولو وړ اصطلاح نسبي ده.   ",د کمپیوټر ډولونه 4172,,"   بينوا ته دايساف له لوري په راغلې خبرپاڼه كې ويل شوي چې تيره ورځ ماسپښين ددغو ځواكونو يو سرتيرى دترافيكي پيښې له امله مړ شوى خبرپاڼې دا هم ويلي چې پيښه په قصدي ډول نده رامنځته شوې. ",دايساف يو سرتيرى كابل كې مړ شوى. 4173,ميرويس جلالزې,"     د نوموړي هيواد لمړي وزير جان هوارد دا خبر نن سهار خپور کړ. ښاغلي هاوارد وويل چې  دا سرتيري به يي د ارزګان په ولايت کې د هالنډي قواوو تر قوماندي لاندي ماموريت پر مخ بوزي. ", استراليا افغانستان ته د خپلو ١٥٠ سرتيرو استول قطعي کړل 4174,ميرويس جلالزې," د نوموړي هيواد د دفاع وزارت وويل چې دا سرتيري يي په يوه ترافيکي پيښه کي د کابل ښار د سوتر نومي کمپ په نژدي والي کي مړ شو. ويل کيږي په دي ترافيکي پيښه کي کوم افغان ملکي ا و يا هم پوځي کس ته ځيان ندي رسيدلي . دا له تيري يوي مياشت کې يو� �سم  بريټانوي سرتيري ده چي په افغانستان کي خپل ژوند له لاسه ورکوي. ",يو برټانوي سرتيري په کابل کې خپل ژوند له لاسه ورکړ 4175,"ميل� �ويس جلالزې","   نومړي په کال ١٩٩٧ ميلادي کي وروسته له هغه د پاکستان په ختيځ ښار ملتان کي ونيول شو کله چې يي د شعيه ګانو يو سياستوال اعجازشاه وواژه. اعدام شوي کس حفيظ شفيع الرحمان نوميده چې په لشکرجنګاوي پوري يي تړاو لرل. د ملتان  د استخباراتي مام ورينو په وينا نوموري په ١٩٩٩ ميلادي کال کي د اعدام په سزا محکوم شوي وو خو تر اوسه يي کيس روان وو. د شفيع الرحمان ورور  چې په خپله د چهارشنبي په ورځ د خپل ورور د اعدام په مراسمو کې يي ګډون درلود د پاکستان د دولت له دي کار څخه يي ستاينه وکړه او زياته يي کړه چې ورور يي په کال ١٩٩٥ کې په افغانستان کي ترهګريزي زدکړي تر لاسه کړي وي. ",د پاکستان پوليسو يو اسلامي بنسټ پالي اعدام کړ 4176,ميرويس جلالزې," د طالبانو شتون د پکتيا ولايت په ځينو سيمو کي له سي� �اب ځپلو کورنيو سره د مرستي رسنوي پروګرام ټکني کړي ده دا ټکي د پکتيا د پوليسو مشر عبداحنان روفي وکړ. ښاغلي روفي وويل له تيرو څو ورځو راهيسي ١٥ کسان په دي ولايت کي سيلابونو وژلي او ٥٠ کورنه يي نړولي دي. له بلي خواه د پکيکا په ولايت کي ١٣ تنو د سيلاونو د وتو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي. په غزنې ولايت کي ويل کيږي تر دي مهاله د سيلابو له امله د وژل شويو کسانو شميره ٧ تنو ته رسيږي او د مالي زيانونو په اړه ويل کيږي چې څه باندي ١٥٠٠ کورونه هم وران شوي دي. د غزني د لري پرتو ولسواليو اوسيدونکي وايي ځکه ورته مرستي د  دولت او مرسته کونکو ټولنو له خواه سمي ندي رسيدلې چي طالب اورپکې د سيلاب ځپلو سيمو ګرد چاپير په موټر سايکلو ګزمې کوي. د غزني امنيتي مقاماتو تر اوسه د خلکو دا ادعا نده منلې. ",د طابانو شتون او د سيلاب ځپلو ستونزي 4177,ميرويس جلالزې,"   اسرايلي سرتيري وروسته له هغه نن سهار دي ښار ته ننوتل چي پرون د نوموړي هيواد کابينه پريکړه وکړه چې سرتيري بايد د لبنان خيام ښار ته هم ور دننه شې ځکه له دي ښار څخه تر اوسه څه باندي ٢٠٠٠ توغندي د اسرايلو په حيفا ښارتوغول شوي دي. عيني شاهدان وايې اسرايلي ځواکونه نن سهار په دي ښار کي د حزب الله له جنګيالو سره په درنده نښته کې ښکيل شول او کيداي شې چې دواړو اړخونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتي وې. د اسرايلو د دفاع وزارت ومنله چې پرون يي ١٣ سرتيري د حزب الله له جنګيالو سره په نښته کي وژل شوي. د حزب الله ډلي مشر حسن نصر الله د نوموړي په شخصي ټلويزيون المنار کې اسرايلو ته خبر داري ورکړ چي د لبنان جنوبي سيمي به د اسرايلو په هديري بدلي کړي.   ",اسرايلي قواوو د لبنان د مارجايون ښارکنترول تر لاسه کړ 4178,," د بي بي سي د يو خبر له مخي د انګ� �ستان پوليس وايي يوه لويه تروريستي توطيه يې شنډه كړې ده، پوليس وايي پلان داسي طرحه سوى و هغو الوتكو ته چي متحده ايالاتو ته الوتني لري په دستكولونو كي چاودېدونكي توكي يووړل سي. د پوليسو په وينا د پټو عملياتو په ترڅ كي يې چي له څو مياشتو راهيسي شروع وه په دې تور لږ تر لږه ۱۸ كسه په لندن او د دې ښار په شاوخوا كي نيولي دي. همدا علت دى چي د انګلستان په ټولو هوايي ډګرونو كي د خلګو دستكولونه مخكي له هغه چي مسافرين الوتكي ته داخل سي دوهم ځل بيا تلاښي كېږي. ",برېتانوي پوليسو يو لوى تروريستي بريد شنډ كړى دى 4179,ميرويس جلالزې,"   د چين د ژينهوا خبري اژانس په رپوټ په دي جګړه کې چې تيره شپه وشوه ٨ تنه دولتي پوليسي او ١٢ بريد کونکي له مينځه تللي. د کندهار ځيني چارواکو چې نومونه يي ندي خپاره شوي د دي پيښي پخلي يي کړي .   ", په کندهار کي يو ځل بيا درنده جګړه شوي 4180,,"   دافغانستان دكورنيو چارو وزارت وياند يوسف ستانيزي بينوا ته وويل چې تيره شپه دكندهار دپنجوايي ولسوالۍ ديخ كاريز په سيمه كې طالبانو پوليسو ته كمين نيولى وه چې لومړى يې 8 پوليس ووژل او 7 نور يې ټپيان كړل. دښاغلي ستانيزي په وينا جګړه بيا ونښته چې دنورو پوليسو له لوري بيا 12 طالبان ووژل شول او 9 طالب ټپيان شول. سيمه دا مهال دپوليسو په ولكه كې ده ",طالبانو 8 پوليس كندهار كې دجګړي په مهال وژلي. 4181,,"   دكورنيو چارو وزارت وياند يوسف ستانيزي بينوا ته وويل چې نن يولس نيمې بجې دجلال اباد په ښار پښتونستان واټ كې چاودنه شوې چې له امله يې دوه نارينه, درې ماشومان او يوه ښځه ټپيان شوي. ",جلال اباد كې چاودنه شوې. 4182,,"   دافغانستان دبهرنيو چا� �و وزير رنګين دادفر اسپنتا نن دبهرنيو چارو په وزارت كې يوې خبري ناستې ته دنوموړي دكار دسلمې ورځې دپوره كيدو په مهال وويل چې غواړي دباندينيو چارو په وزارت كې لا ډير اداري اصلاحات راولي نوموړي دقومي انډول دبرابرولو خبره هم وكړه خو دا يې وويل چې لومړي شرط به پوهه وي. اسپنتا يو لړ ارقام وركړل هغه وويل په دغه وزارت كې 192 پښتانه, 292 طاجك, 60 سيدان او نور دافغانستان ميشتي قومونه په وزارت كې په دنده بوخت دي. نوموړي دلسو سفي� �انو كابل ته درابللو خبره هم وكړه او دزياتو سفيرانو په نوې ټاكنې هم وغږيد. ", بهرنيو چارو وزارت كې اداري اصلاحات قومي بڼه نلري. 4183,," دميدان وردګوولايت په نرخ ولسوالۍ كې تېره ورځ دياد شوي ولايت والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي په مشري دډاياګ  غونډه جوړه شوه.غونډه كښې دډاياګ دلړۍ دپ� �مختيا، چټكتيا اواغېزمنتيا په اړه خبرې وشوې.  غونډه كښې قومي مشرانواو ديني عالمانوپه خپلوخب� �وكښې دډاياګ له لړۍ سره  ملاتړ وښود. عبدالجبارنعيمي وويل چې تر اوسه يې په ولايت كښې شپږسوه ميله � �اوخوا وسله او سلګونه ټنه چوېدونكي مواد  غونډ كړي اودډايا ګ پروسې مسوولينوته سپارلي دي.   ",په نرخ ولسوالۍ كښې دډاياګ غونډه وشوه 4184,," د ولسي جرګې غړي او پخواني جهادي مشر پوهاند عبدالرب رسول سياف د طلوع تلويزيون پر خپرونو نيوكه وكړه او ويې ويل چې له دې تلويزيون څخه د هاپ په نوم خپرۍېدونكى پروګرام د اسلامي او افغاني كلتور او ثقافت دمعيارونوخلاف دى.پر طلوع تلويزيون له ډېرې مودې راهيسې نيوكې كېږي او ځينې افغان ليكوال او صاحب نظران وايي چې دا تلويزيون چې د غربيانو په مالي مرسته چلېږي د ايراني كلتور د ودې لپاره كار كوي . طلوع تلويزيون منلې ملي ترمينالوژي نه رعايتوي او هڅه كوي چې د افغانستان په ژبو كې د دود پښتو او دري اصطلاحاتو په ځاى ايراني اصطلاحات دود او ترويج كړي . ",عبدالرب رسول سياف د طلوع تلويزيون پر خپرونو نيوكه وكړه 4185,," ګڼو ليكوالواوروشنفك� �انودافغانستان د اطلاعاتواوكلتور له نوي وزير څخه وغوښتل چې دملي ترمينالوژۍ دبېرته دودولوهڅه وكړي .بينو اته  د ګڼوليكوالوله لورې په راغليو برېښناليكونوكې ويل شوي چې د اطلاعاتواوكلتور نوى وزير دې تر هرڅه مخكې پخپل وزارت او دافغانستان په موجودو خبري رسنيو كې د اساسي قانون پر اساس ملي ترمينالوژي تعميم كړي اودطلوع په څېر تلويزيونونه دې دايرانيت له خپرولو راوګرځوي بينوا ته په راستول شويو پيغامونوكې د افغانستان د اط� �اعاتواوكلتور له نوي وزير ښاغلي عبدالكريم خرم څخه دغه راز غوښتنه شوې چې خبري رسنۍ په تېره بيا تلويزيونونه چې د نړيوالو په مالي مرسته په دې نامه چې دافغانستان په رسمي ژبو به يوشان خپرونې كوي ،دژبو انډول ته مجبوره كړي . ", ليكوال اوروشنفكران دملي ترمينالوژۍ بېرته دودول غواړي 4186,قاضي محمدحسن حقيار," قاضي محمدحسن حقيار نړيوال ويني چې په منځني ختيځ کې دڅو اونيو راهيسې دجګړې  اور نور هم ژبغړاندى شوى ديرغلګرو اسرائيلو   په هوايي بمبار کې  هره ورځ لسګونه  ملکي لبنانيان   وژل او ټپيان کېږي ښکلى او آباد هېواد يې نړول کېږي او سوځول کېږي ، فابريکې او کارځايونه يې ورته قصداً له منځه وړل کېږي ، هره ورځ له يوې ښکلې او زړه راښکونکې ودانۍ څخه داور لمبې  پورته کېږي او د وينو لښتي بهېږي .اسرائيل نه يواځې په لبنان کې بې ګناه خلک وژني ، بلکې دڅو � �سيزو راهيسې يې دفلسطين په بې ګناه خلکو هم ځمکه سور تنور کړې او هره ورځ دفلسطيني ميندو او کوچنيانو دوژلو لپا� �ه دباروتو او اور نوې ډالۍ ورلېږي  .همدا راز دلبنان دحزب الله توغندي  هم داسې نه دي چې  يواځې او يواځې نظامي اسرائيليان په نښه کولى و شي  ،بلکې دهغوى توغنديو  هم څه نا څه ملکي خلک وژلي دي . دادى اوس تق� �يباً مياشت پوره شوه چې داسرائيلو يرغلګر  پوځونه دلبنان خاورې ته ورننوتي او توپونه او ټانکونه يې دلبنان په ښارونو او کليوکې ګزمې کوي خو نه ملګرو ملتونو او نه ددې ادارې دامنيت شورااو نه اسلامي کنفرانس کومه داسې � �غنده هڅه وکړه چې ترمخه يې سمدستي اوربند اعلان شوى واى ، په کار خو داوه چې تر هر چا وړاندې ملګرو ملتونو په دې اړه خپله دنده او مسؤوليت ترسره کړى واى ، له هر ډول ايديولوژيکي او مذهبي تبعيض  څخه پرته يې پړه خوا نړيوالو ته ورپېژندلې واى او داور بند لپاره يې پرې هر ډول فشار راوستى واى او که هرې خوا دملګرو ملتونو او اس� �امي کنفرانس ناپييلې پرېکړې ته غاړه نه واى ايښې نو بايد چې ددې سازمان له تګلارې سره پرې دزور او فشار له هر ډول اغيزمنې لارې کار اخيستل شوى واى .ملګرو ملتونو او نړيوالو بايد اسرائيل پوښتلي واى چې له فلسطينيانو سره هغه کړى تړون يې ولې تر پښو لاندې کړ چې دملګرو ملتونو، دامريکا دمتحده ايالاتو اونورو په قضيه کې دلاس او اغيزلرونکيو اړخونو په هلو ځلو جوړ او عملي شو چې ترمخه يې داسرائيلي حکومت او فلسطيني دولت حدود او پولې مع� �ومې شوي ، دوى بايد اسرائيل تر فشار لاندې راوستي  واى چې ولې يې هسې په کوچنۍ پلمه دفلسطيني حکومت پر حريم تېرى وکړ دغزې تړانګه يې بمبار او له فلسطينيانو څخه بېرته  ونيوله . د فلسطيني حکومت لوړ پوړي چارواکي يې ونيول او دسولې پروسه يې له منځه ويوړه.اسرائيل او دهغوى ملاتړي بايد پر دې پوه  شي چې که له دې ظلمونو څخه لاس وانخ� �ي نو مسئله دهغوى له اټکل څخه ډېره کړکيچنه کېدلى شي او ان چې ددريمې نړيوالو  جګړو  دپيل کېدلو شونتياوې هم پکې ليدل کېږي ځکه چې دنړۍ مسلمانان به په خپلو فلسطيني او لبنانيو ورونو داسرائيلو دا ظلمونه ونه زغمي او تر پايه به يواځې دنندارچيانو په توګه پاتې نه شي او کله چې متحده ايالات او بر تانيه داسرائيلو ترشاه ودرېږي او اسرائيل اردن او سوريې ته هم ګواښونه کوي او له څرګندونو يې داسې ښکاري چې پر دې دواړو هېوادونو يرغل او بريد ته هم چمتو والى نيسي نو هرو مرو ده چې هغه هېوادونه به هم چوپ نه کښېني او ايران ته به هم پر اسرائيلو دبريد لپاره ښه پلمه په لاس ورشي چې په دې صورت کې په متحده ايالات او برتانيه له خپل عادت سره سم دملګرو دامنيت شورا له نوم څخه هم ګټه اخلي او په عراق، افغانستان او پاکستان کې  خوهسې هم دجګړې اور بل دى همداسې هر هېواد ځانته متحدين او دوستان لري او دناتو په څېر ډېر نظامي پاکتونه هم شته دي او دا ټول هغه اوريانټونه دي چې ديوې نړيوالې جګړې  بوى ترې راځي .نو وړاندې تر دې چې خبره دې حدته ورسېږي اسرائيلو ته په کار ده چې سر په خپل ګريوان کې ښکته کړي او نړيوالو ته هم په کار ده چې داسرائيلو مست اس کابو کړي او دا زمينه برابره نه کړي  چې خداى  ج ناخواسته دځمکې په سر دلکونو او ان دميليونونو انسانانو  وينې تويې شي ، اسرائيل بايد خپل حدود وپيژني په خپلو وسلو او پيسو مغرور نشي او په دې بايد پوه  شي چې دوى له چاسره جګړه لري نو دا جګړه مذهبي بڼه لري او  اسلام بيا جغرافيوي حدود او پولې په رسميت نه پېژني ، که دوى او ددوى ملاتړي اتومي ځواکونه دي نو مسلمانان  هم له اتوم څخه بې برخې نه دي او ښايي ددوى کلک حريف ايران هم اوس اتوم جوړ کړى وي نو که دوى خپلو تېريو او دځمکو نيولوحرص ته پراختيا ورکړي ښايي په خپل لاس ځانته غم وکري . زموږ هيله داده چې دا جګړه په بېړني ډول پاى ته و� �سېږي او د بې ګناه انسانانو د وينو تويولو مخه ونيول شي د  ابادۍ ځاى ورانى و نه نيسي ، جوړ ښارونه په کنډوا� �و بدل نه شي او دجنګ او جګړو ځاى سوله او ورورولي ونيسي . دهمدې ورځې په هيله ",دلبنان جګړه او نړيوالې اندېښنې ( دحقيار ليکنه ) 4187,," ", 4188,," ", 4189,افغان رساله," د خپلواکی د ۸۷ کلیزې په ویاړ د      د افغان رسالې/ Afghan Post            پرله پسې ( ۸۷) ګڼه له چاپه راووتله     د خپلواکی د ۸۷ کلیزې په ویاړ د افغان رسالې  په ۷۸ ګڼه کې  د ځينو مطالبو سرلیکونه   :   *    اسلامي ښوونه *   سازمان م لل : بی توجهی به طالبان یک اشتباه بود. *دافغانستان سیاسي خپ� �واکی *  توحش اتعماری در شرقیمانه -   موسوی  ــ تورنتو * ام� �یکا در پی ایجاد تغییرات ګسترده در شرقیمانه است. *اسرائيلي تبلیغډله او د امریکا بهرنی تګلاره  –  جان مییر شایمر  ــ سټفین والټ ـ دښاغلي ډاکټر نثار احمد صمد ژباړنه  *  دکرزي څلور جرمني یاران –  ښاغلي  ډاکټر عبدالباری ژباړنه  * دنړې تر ټولو وژونکي وسلې  - د حبیب ا� �له غمخور ژباړه *   دسردار داؤد خان د کودتا اغېزې *   تشدید عملیات نظامي امریکا و م تدین در جنوب و شرق افغانستان  ــ دکتور م – زمانی  - فرانسه *   نګاهی به اولین جمهوریت افغانستان * پرون افغانستان ، نن عراق   سبا ایران   ــ ۲ برخه  ــ ښاغلی     ډاکتر نثار احمد صمد   *  نګاهی به زندګی و شخصیت سردار محمد داود که در تاریخ افغانستان نقش م اندګار دارد.      *    جهانی د خپل ولس شاعر دی   ـ حبیب الله غمخور *     یک افتخار بزرګ برای باری جهانی  ـ دکتور اکرم عثمان *  جهانی استادی دی مبارک سه – ښاغلي داؤد مومند *    دجنرال بابر مرکه *   کشته شدن غیر نظامیاندر قانا ــ پاشنه آشیل اسرائیل *     سی آی ای در افغانستان به کې چقدر پول داد ؟ *  دګوانتانامو انځو� � *   بوش په جنګ کې  ( ۲۵ ) او ورستې  برخه   *   ادبي مرغلرې  د برهان الدین ربانی د لیک ژباړه کوم چې د روسیې جمهور رئيس ته لیږلې و. او نور مطالب ، رپوټونه په انګريزی برخه کې   که  غواړي  چې  د افغان  رسالې هره ګڼه  ستاسو پر آدرس  درورسیږی، نو مهربانه وکړی  خپل د کلني ګدون بيه   چې ۶۰ ډالره کیږی په لاندې پټه ولیږی:   Afghan Post P. O. Box 30074 1027 Finch Avenue West Toronto, Ontario M3J 3L6 Canada     افغان رساله   / Afghan Post        -   ټورنټو   -    کاناډا تی� �فون ۹۰۸۱ – ۴۷۲ (۹۰۵) Tel: (905) 472 – 9081  / فکس ۴۶۸۴ – ۴۷۲ (۹۰۵) Fax: (905) 472 – 4684 / بريښنا لیکafghanpost@rogers.com ويب پاڼهwww.afghanpost.com   ", افغان رساله ۸۷ يمه ګڼه د خپلواکۍ ۸۷ يمي کليزي ته! 4190,," ", 4191,," د رومانيا ولسمشر ټرين بسيسكو تېره ورځ كابل ته د خپل سفر په ترڅ كي له افغان ولسمشر حامد كرزي سره وليدل، په ولسمشرۍ ماڼۍ كي تر خبرو اترو و� �وسته نوموړي يوې خبري ناستي ته وويل رومانيا به افغانستان ته د ناټو ځواكونو په چوكاټ كي نور پوځيان هم راولېږ ي چي و منځنۍ آسيا ته د طالبانو د خپرېدو مخينوى وكړي او په افغانستان كي د امنيت په ټينګښت كي برخه واخلي. رومانيا اوس هم په افغانستان كي په س� �ګونو پوځيان لري چي د زابل او كندهار ولايتونو په ځينو سيمو كي ځاى پر ځاى دي. ",د رومانيا ولسمشر له افغانستان څخه ليدنه وكړه 4192,," طالب وياند ډاكټر محمدحنيف د خوست ولايت په يعقوبيو ولسوالي كي د القاعده شبكې د درو غړو د نيولو خبر په كلكه رد كړ، نوموړي بېنوا ته وويل چي كه امريكايانو رښتيا هم د القاعده شبكې كوم غړى نيولى وي نو بيا خو دي يې ميډيا ته ښكاره كړي، ده زياته كړه چي تېره شپه امريكايانو يوازي په علي شېر ولسوالۍ كي په هغه كسانو پسې عمليات وكړل چي د ده په وينا تېره ورځ يې د امريكايانو موټر په ماين الوزولى و او له امله يې پكښي سپاره كسان ټول وژل سوي وه. محمدحنيف وويل چي ايتلافي ځواكونو د خپلو عملياتو په نتيجه كي د سخي په نامه يو ملكي سړى او د هغه ښځه او ورېنداره په شهادت ورسول.نوم وړي له دوى سره د هر راز خارجي ملاتړ شتون رد كړ او ويې ويل چي د دوى مقاومت يوازي او يوازي اسلامي او افغاني بڼه لري..د يادوني وړ ده نن د ايتلافي ځواكونو په يوه خبر پاڼه كي راغلي وه چي ايتلافي ځواكونو د افغان پوځ په ملتيا د خوست ولايت په يعقوبيو ولسوالي كي د تصفيوي عملياتو په ترڅ كي د القاعده شبكې درې غړي نيولي دي. ",طالبان په خوست كي د القاعده شبكې د غړو نيول درواغ ګڼي 4193,," خبرتيادرنو هيوادوالو تاسو خبر ياست چې سږ کال دسپتمبر دمياشتي پر 17 نيټه  دسويډن دپارلمان ،ولايتي اومحلي شوراگانو لپاره په ټول هيواد کې آزاد او دموکراتيک انتخابات تر سره کيږي .دپارلماني ټاکنودکميسيون دپرېکړې له مخې دسويډن په تاريخ کښې دلومړی ځل � �پاره ددغو ټاکنو په هکله په پښتوژبه دحبيب اله غمخور  لخوامفصل او مکمل معلومات دسويدن دمالمو دښار د (( ني راډيو))  له لاري  د (( FM   موج   په MGH 89,2 ))  څلور ورځې پر ټاکلو وختو خپرېږي . له نيکه مرغه پسله څوکلنو منډو، ترړو اوس دلته پښتو ژبه هم دنورولويو بهرنيو ژبو جوگه شول .گران  او پتمن هيوادوال کولاي شی په لاندي ورځو او وختو کښې دغه پروگرام واوری ،تر څوخپلو سوالوته وړځوابونه او هر اړخيز معلومات تر � �اسه کړئ .دپروگرام دپر مخ بيولو اوتنظيم چاری  حبيب اله غمخور  ته سپارل شویدي .دانتخاباتو په هکله دراډيويي معلوماتي پروگرام ورځې او وختونه : ۱/  سه شنبه ( Tisdag ) ،  15  ، اگست  ،وخت  18.30 ۲/    سه شنبه ( Tisdag ) ، 29، اگست  ، وخت  18.30 ۳ / سه شنبه ( Tisdag ) ،   5  ،  سپتمبر وخت   18.30 ۴ / سه شنبه ( Tisdag ) ، 12،   سپتمبر  وخت    18.30 ………………………………..   ",په سويډن کې داوسېدونکو افغانانو لپاره ! 4194,محمد عيسی ستانکزى," محمد عيسی ستانکز� � -  ايران مونږ هر يو په دې دنيا کې جوړونکي يو څوک سړکونه جوړوي څوک او څوک ديوالونه ؟   تاسې خپل ځان ته په کومه سترګه ګورئ ؟ زه په خپله د اېولېن هرټو يچ د يوۀ لنډ شعر له لارې دې موضوع ته راځم  شاعرې په ډيرې ساده خو ښايسته پيراېه کې ويلي دي چې :جوړ کړل روميانو سړکونه چې ګنې سره نيژدي کړي انسانان ، خو ديوالونه هم چې په امن کې سره جلا کړي وروڼه او دوستان  ، دا نوې بيړۍ هم دا ده په مات زړه سره تيريږي ، پاتې کيږي سړکونه خو ديوالونه يو په بل پسي نړيږي . تاسې څه کوئ ؟ سړکونه جوړوئ ؟ داسې ذهني سړکونه چې شريکول کوي که نه ديوالونه جوړوئ ؟ داسې ديوالونه چې تاسو له نورو څخه بيلوي ، ماته خو داسې ښکاري چې له نورو خاکو څخه دبيلتون د ديوا� �ونو په جوړولو کې ټول لګيدلي شيان او مواد او ټولې په کار اچول شوې هڅې نر څه نه دي بلکې په پشپړ ډول د کار او زياراو سيانو ضايع کول دي ځکه چې دغه ډول ديوالونه هيڅکله دريدلي پاتې کيداي نه شي رښتيا خبره دا ده چې مونږ روحي يا روحاني موجودات يو چې له نورو ټولو انسانانو سره په يوۀ روحي وحدت کې پنځول شوي يو نو دانسانانو نر منځ جوړ شوي کاږه واږه ديوالونه تل نه شي پاتې کېداي خو سړکونه جلا کيسه لري .تاسې داسې سړکونه جوړوئ چې تاسې له نورو خلکو سره يوځاي کړي ؟ داسې سړکونه چې له خلکو سره ستاسې رېښې شي او او له هوښيارۍ څخه دډکې مفاهمې له پاره د � �ريانونو کار ورکړي دهغو شريانونو چې تاسو ورته په ورځني ژونداو اقتصادي تشبثاتو کې ضرورت لرئ دشرېکو عواطفو او احساساتو د لويو او ارامو واټنونو په باره کې څه فکر کوئ ؟ تاسې له خپل زړه څخه د نورو خلکو زړونو ته لاره وباسئ ؟ يعنې د ګډې مفا همې لپاره د خوشاليو د شريکيدلو لپاره لارې او سړکونه جوړوئ ؟ داسې سړکونه چې زړ ونه سره نيژدي کړي او د ګډې ليوالتيا او تشويق لوړ مقام ته يې هسک کړي تاسې همدغسې لوی واټنونه جوړوﺉ او که د مينې اود يو بل د پيژندنې  لپاره له شور ماشور څخه ليرې د پليو لارې ؟ داسې لارې چې د اوارولو لپاره يې ډيرو ا� �فاظو ته ضرورت نه شته .  دا د موسکا هغه لارې دي چې ذ شنو ونو او ګلانو په منځ کې تېرېږي  دا ډيرې آسانه لارې دي يوازې  په څو  ښو  او خوندورو خبرو  سره پرانستل ګيږي او هغه د ( زه تاسو پيژنم  زه له تاسو سره مينه لرم ) خبرې دي که تاسې دغه راز آسانه نرۍ لارې جوړوئ هغه به تل پاتې کيدونکي لارې وي  او هيڅ شی به هغه ورانې او ويجاړې نه کړاي شي .نن تاسې د يوې پريکړې د ترسره کولو لپاره يو څه وخت وباسئ .  ايا دا ارده لرئ چې د بشري طاقت ذهني هڅو او د روحي شتمنيو په ضايع کولو لپاره سره داسې ديوالونه جوړ کړئ چې تاسې له خپلو بشري همنوعانو څخه جلا کړي او که نه غواړئ چې د ګډې ذهني هوساينې لپاره د روڼ اندۍ شريانونه تېر کړئ ، د شريکو تجربو په لوري لوی واټنونه جوړ کړئ او يا د روحي وحدت لپاره د پټې خولې په ښايسته بوټو او ګلانو کې نرۍ لارې وباسئ که تاسې د خپل تفکر د عمليو د جوړښت لپاره تصميم ونيسئ نو تاسې به دخپلې دنيا د طبيعي شرايطو بڼه وګرځوئ  کيدای شي چې تاسې محاصره کړي يا کيداي شي چې تاسې د سړکونو او لارو دنيا جوړه کړئ چې تاسې د خوشالۍ په لوی جهان کې وګرځوي راوګرځوي اوس نو ستاسو خپله خوښه ده هغه کوئ که دغه ؟دغه مطلب د ارواښاد وجدي ژباړه ده چې ما له ورځ مجلې څخه راخېستې که تاسو يې ښه ارزوي نو استفاده ترې وکړئ .   ",تاسوځان دسړک جوړونکی بولی اوکه ددېوالونوخټګر؟ 4195,محمدعيسی ستانکزﺉ - ايران," محمدعيسی ستانکزﺉ - اي� �ان  په ننۍله ګنه ګوڼې ډکې نړۍ کې آرامښت لوي غنيمت شميرل کيږي  هغه کسان چې ډير کار کوي او ډير فعاله دي غالبًا احساس کوي چې بايد درست کارونه ددوي په کنترول کې وي په تيره بيا هغه وخت چې خاص هدف ولري   نو هڅه وکړئ لږتر لږه د يوۀ ځل لپاره هم د کنترول کولو دغه عادت له لاسه ورکړئ  او پريږدئ چې ژوند خپله اصلي لاره ووهي  د مثال په ډول پريږدئ نور کسان د ډله ييز سفر   يا پيک نيک  پروګرام برابر کړي او ترلاسه شوې نتيجه له هيڅ � �ول نيوکې او اعتراض پرته ومنئ بيا وګرئ چې څه احساس کوئ  ښيي دغه کار ستاسو لپاره سخت وي کو نور به ورسره حي� �انه کړئ خو هغه ارامښت چې تاسو ته يې ډالۍ کوي هغه ډير ارزښت لري   ګڼ مسوليتونه مه منئ ممکنه ده ځينې وخت په دې ډير ووياړئ چې ډير کارونه په يو وخت کوئ خو په عين وخت کې  د کار په وخت ستړيا احساسوئ او خپل تمرکز له لاسه ورکوئ  ښحې ډير وخت په دې وياړي چې په يو وخت څو کارونه کولاي شي خو بالاخره تاواني کيږي  له دې کبله کله چې م سوليتونه او کارونه منئ ډير احتياط وکړئ يعنې کارونه په نوبت او يو يو تر سره کړئ  خپلې بريا ته ارزښت ورکړئ پام وکړئ چې برياليتوب ورپيسې برياوې په ځان پيسې لري ــ او له  انسانه هغه فکر ورکوي چې ګواګې دغه کار  نه شي کو� �ئ بايد په يوې هغې مسلې فکر وکړئ چې تاسو ته وياړ در په برخه کوي  کله چې ځان درته بې ارزښته او بې کاره ښکاره شو هڅه وکړئ پر خپلو برياليتوبونو ځغلنده نظر تير کړئ او درستو چارو ته داسې وګورئ  چې مثبت لرليد  درته ښکاره شي او راتلونکې ته په مثبت نظر وګورئ   نو دلته به د آرامښت احساس وکړئ  خپلو اړتياوو ته ارزښت ورکړئ تل په دې فکر کې مه اوسئ چې بايد نور  خوشاله وساتئ دا کفايت نه کوي کله هم د خپلو اړتياوو  او معقولو  غوښتنو ته هم ته  پام کوئ  د نورو نظرونو ته هم  غوږ کيږدئ خو که  فکر کوئ  چې ځواب ورکولو ته وخت غواړئ هغوي ته ووايئ  چې د فيصلې او فکر کولو لپاره وخت ته اړتيا لرئ  په عين حال کې چې اعطاف منونکي ياست د خپلو احساستو او عواطفو په وړاندې هم واقع بينه واوسئ  . په دې پوه شئ چې له مسايلو سره  دغه ډول  چلند برياليتوب په ځان پسې لري که سپينې ويناوې او د ځان په اړه واقع بيني تاسو ويروي نو له وړو مسلو يې پيل کړئ او بيا لويو مسلو ته پام وکړئ  له خپل کاره خوند واخلئ  که تل غواړئ له يوه کاره په څنګ شئ يا ورسره مسامحه وکړئ او که احساس وکړئ چې د دغه کار د تر سره کولو لپاره تر فشار لاندې ياست نو په دې پوه شئ چې له دغه کاره  خوند نه اخلئ   خو واقيعت دا دے  چې تاسو په هر حال مجبوره ياست دغه کار تر سره کړئ نو ددغه کار په مثبتو لورو تکيه وکړئ او د هغه پر  خوندرو اړخونو هغو فکر وکړئ دغه مثبته ليدتوګه په تاسو کې تاوتريخوالے کموي او تاسوته فرصت در کوي چې په اوږد پړاو کې کوم بد� �ونونه رامنځته کيږي  انعطاف منونکي واوسئ  د ورځني ژوند لپاره د يوه پروګرام شتون ضروري دے خو بايد دومره  فشار په ځان رانه ولئ چې ستاسو د سټرس سبب شي  ډير جديت او سختي ددې سبب کيږي چې فرصتونه له لاسه ورکړئ نو ددغه پروګرام د اجرا لپاره بې ځايه انرژي مه مصرفوئ کله چې ضروري ګڼئ خپله روده او تکتيک بدل کړئ تر څو په خپلو کا� �ونو کې بريالي او خپلو هدفونو ته په رسيدا کې  نور هم خلاقه شئ  د کار او ژوند تر منځ تعادل وساتئ که له ژوند سره مو خپل کارونه وتړئ نو له روحي فشارونو سره به مخامخ شئ  د خپل اداري او رسمي کار د بندولو لپاره معين وخت وټاکئ  او په کورې کې د کار فکر مه کوئ ښايي ځينې وخت دغه کار ونه کړاي شئ خو تر ډيره هڅه وکړئ چې دغې مسلې ته توجه وکړئ  خپل ذهن او روان خوشاله وساتئ  دغه کار د ښکلو هنري کارونو په ليدلو سره وکړئ د مثال په ډول موسيقي واورئ  ښکلې منظرې وګورئ او کله ناکله د هنري شيانو نندارتون ته ورشئ  د راتلونکې لپاره پروګرام برابر کړئ په تېره بيا تفريحي پروکرام مه هيروئ د خوندورو پروګرامونو يو ليست برابر کړئ که وخت ناوخت تفريح وکړئ نو په � �ږ وخت کې به ډير کارونه وکړئ   ", ارامښت د بشر لومړنۍ اړتيا (دعيسی ستانکزي ليکنه) 4196,عزت الله پېژاند," کله چې شپه نيمه شي، او ټوله خلک سترګې پټې کړې ارام پيل کړيله ټوله عالمه خلافزما له سترګو څخه خوب وتښتياحساس مې ويښ شي تخيل بيدار شي، او د آسمان پر لور الوت پيل کړيسپوږمۍ ته وګورم او ته راياد شېغواړم په ياد دې بل غزل وليکمغواړم چې شعر ته ستا له ښکليو � �ېمويو څه ښکلا رانيسمقلم ته لاس کړم کتابچه پرانيزمد زړه کتاب کې صحيفه پرانيزمستا  روښان مخته دريڅه پرانيزمخو په فضا کې د شينوک چورلکووحشي آواز مې د زړه غوښې وخوريد تخيل مرغۍ مې وترهېږيقلم مې ګوتو کې معطل پاته شي پر ځمکه زما له ستړو سترګو څخه، يو څاڅکی اوښکه توی شي او په آسمان کې يو روڼ ستوری ورک شي. عزت الله پېژاند4-08-06دهمزنګ، کابل   ",شينوک چورکلې مې شعرونه وژني 4197,زمری," د ژړا په وخت کې اوښکې توئېدې پرون له سترګو خو ، قهقه ده چې جګیږی ، نن ژړا سره له خلکود ناموس او عزت نوم نه ، ځارول سرونه ټولودا نومونه لاړل ورک شو� � ، له حیا سره له خلکومیړنتوب  او باتوري به تل ، خاصه وه د نرانوخصلتونه شو� �  بدل نن ، ه دنیا سره ، له خلکوخوا خوږي په چا کې نشته هره خوا د ځان سودا  دهغمخوري  ده  ورکه شوې له عزا سره ، له  خلکومور د زوی په تیغ حلاله،خور د ورور په ګولۍ مړه دهچې  آدم  (ع) دې نن هیر شوی له حوا سره له خلکوسره  ټول دښمن  دښمن دي له انسانه لیوه جوړ دیمحبت په اور کې سوځي له وفا سره  له خلکودروغ  زوال وودایمان تل ، په نظر د هر مومن کېنن  ایم ان ده کډه کړې  له رښتیا سره له خلکو ",نن او پرون 4198,,"   دائتلافي ځواكونو له لوري بينوا ته په راغلي خبرپاڼه كې ويل شوي چې تيره ورځ دنورستان د وايګل په ولسوالۍ كې له طالبانو سره په جګړه كې ددغو ځواكونو درې سرتيري وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي. ",درې ائتلافي سرتيري نورستان كې وژل شوي. 4199,,"   دايساف له لوري بينوا ته په راغ� �ي خبرپاڼه كې ويل شوي چې تيره ورځ جمعه ددغو ځواكونو يو سرتيرى دكندهار سپين بولدك په لار هغه مهال ووژل شو كله چې سپينه كرولا موټر يې له كاروان سره وجنګيد او وچاوديد. ",دسپين بولدك په لار دايساف سرتيرى وژل شوى 4200,"احمد فؤاد لامع_ کابل"," ته شبنم شه د نرګسو، زه به اوښکه توپاني شمته رنګينې ورېځې راوړه، زه به مينه باراني شم ته دې سترګې کړه راغبرګې، مړينه ژوبله دې زما ويتيز ناوک دې راګوزار کړه، زه به موخه صيادي شم که دې زړه راڅخه وکيښ، که دې ړوند کړمه په سترګوکه دې سا کړه راته ګرانه، پر ډېوې به دې ستي شم  زه به ژوند درنه واری کړم، خپل وجود به درلوګی کړمکه دې زړه په لاس کې راکړ، زه بسمل به شيدايي شم که د هجر په روژې دې، نرۍ مياشت ووځي د وصلپر کعبې به دې راتا و شم، يو اذان به بلالي شم هيله مه ماتوه ګوره، د ټول ژوند متاع مې دا دهکه اميد دې رانه واخيست ، زه به ځان ته تباهي شم غم د زړه مې دومره ډېر دی، چې يې وچه کړه را ژبهکه نه بڼ کې د اشعارو، زه ""لامع"" به ""جهانی"" شم ",توپاني اوښکه 4201,دپلوم انجينر فاروق اوريا," دپلوم انجينر فاروق اوريا درنو لوستونکو ته په مينه او درنښت نيکي هيلي او سلامونه وړاندي کوم ! د پښتو اوومه نړيواله څيړنغونډه د پښتنو او پښتو لپاره ستره لاس ته راوړنه ده . زما باور دادئ چي ټولو هغو پښتنو به چي د انترنيت اسانتيا لري ، په زياتي تلوسې او ميني د دې غونډي راپور او جريان لوستلې وي . دا د سر لوړئ او وياړ ځاې دئ چي پښتانه ليکوال ، پوهان ، متخصصين او هنر مندان په دې وتوانېدل چي د پښتو ژبي اوومه نړيواله څيړنغونډه جوړه کړي . پر هغو کسانو چي دا زيار يې ګاللئ او د دې غونډي انتظام يې کړېدئ ، او هم هغو درنو پښتنو چي په برخه اخستلو يې ربړ ګاللو ته غاړه ايښېده اوپه ځانګړي توګه هغه درانه پښتانه چي د سرکاري تور مخو د ظلم او تعدي سره مخ شوه ، او هم ښاغلي غوث الدين پروتن چي پر له پسې يې دراپور خپرولو چاري تر سره کړيدي ، ټوله زموږ پښتنو لپاره د ستر وياړ او درنښت وړ دي . د جايزو او اېواردونو خبره خو داسي نوښت وو چي هم يې پښتون اولس ته سرلوړې وبخښئ او هم يې د خپلو پښتنو ليکوالو ، پوهانو او هنر مندان عزت او درناوئ پر ځای کړ . هغه ورڼو او مستحقو کسانو ته چي دا ځل د دې وړ وګڼل شوه ، هغو ته مبارکي وايم او زما کلک باور دادئ چي هغو درنو او مستحقو پښتنو ورڼو ، پوهانو ، هنر مندانو او پښتوويب پاڼو ته چي د درنښت وړ دي خو په دې څيړنغونډه کي ايوارد او جايزه ورته و نه رسېدل ، هغوۍ ته به په � �اتلونکو داسو غونډو کي خامخا ورسيږي . دا پيل دئ ، او پيل ډير ښه وو . په راتلونکي داسو غونډو کي به لا نور نوښتونه او د پام وړ خوځښتونه راځي . په ورستئ کرښه کي د دې ټکي ياودنه اړينه ګڼم چي : هغو ورڼو ته چي په خپلو � �ايو او نظريو کي يې د هېواد د يوشمير وتلو څيرو نومونه يادکړي او په دې يې خواشني ښودلې چي ولي هغوئ ته د تقدير ، ګرانښت او درنښت ايوارد او جايزه ورنکړه شوه . دا يو ټکئ يادووم ، ورڼو تاسو د خپلو اړيکو پر بنسټ قضاوت پريږ دۍ . او دپښتو د اوومي نړيوالي څيړنغونډي د پريکړوهرکلۍ وکړئ او د هغو پريکړو د پلي کولو لپاره خپل تيارئ وښياست ، چي په راتلونکو دا ډول غونډو کي به بيا د پښتو ژبي خواخوږي په دا شان او تر دې لا بريو برلاسي شي .   ",د پښتود اوومه نړيواله څيړنغونډوپریکړو هر کلې کوو 4202,,"   بينوا ته دملګرو ملتونو له لوري په راغلې خبرپاڼه كې ليكل شوي چې UNFPA له لوري نن دځوانانو دورځې په تړوا دوه روزنيز مركزونه په كابل كې پرانستل شول چې موخه يې ترې دځوانانو روزنه ده. ځوانانو ته به دايډز په اړه معلومات وركو� � كيږي او دغه راز به ددوى مسلكي زده كړو ته هم پاملرنه كيږي. دغه اداره سبا يو روغتيايي مركز هم دځوانانو ددرملنې په موخه دكابل په پولتخنيك كې پرانيزي. دافغانستان دنيم نفوس برخه ځوانان جوړوي چې لا هم دغه ځوانان له ستونزو سره مخ دي.   ",ملګرو ملتونو ځوانانو ته روونيز مركزونه پرانستل. 4203,محمودنظری,"   طنزیه نظم: بیا راځم   راغلی یو ځوان وو په تېله له امریکا په خښتی پل کي په ګویا کي  ووګویا   بیا راځم کابل ته که دا سی وی مزې  ښار نا پرسان وی او چړچې   د سړکونو به منځ کي د ګدا یانووی  اټن د موټرو آ� �ندو سره د خلکو دا سی وی  چلن   دبرېښنا پټېدونکی وړیالوبه  په کابل وی په آزاد ی د بیان کي د خلکو په بمو وژل  وی   د کابل سیند وی سرخلاصه کانالیزیسیون د هر کار دهیریدوو لپاره  جوړ شی کمیسیون   د څوګیو ویش په شناخت ،انګریزی او مصلحت د ځوانانو بې روزګاري ته پام نه وی د دولت   چی په ښازه  یې نصوار نه پریښوده بیاهغه وی   امران د چور نه وروسته چور پسی  تیروبیر سی  بیاهغه وزیران   خدمت ګارو ته د سړکونو هر ګړی وی بندېدل د امان پر ځای د مسعودغټ عکسونه  وی ځړېدل    غله د پولیسو په یونیفورم  کی پهره وی او مامورین و رشوت تیار سی او اماده وی     د خپلو پولیسو د � �اسه  اولس په پردیو ډاډه وی په دی او هغه پولدارو د وطن دپلورولو چنه وی     د مصلحت به نامه د خلکو سره وفا وی د محاکمی نه د غلوقدرت ډیر و الا وی   په خدای بیا راځم که دا سی ښه مزې وی ښار نا پرسان اوغوړی چړچې وی   ",بیا راځم 4204,," ", 4205,," طالب وياند ډاكټر محمدحنيف بېنواته په لېږل سوې پاڼه كي وويل تېره شپه طالبانو په نورستان ولايت  كي د امريکايي سرتېرو پر کاروان بريد وکړ چي تر سختي جګړې وروسته يې د امريكايانو يو موټر وسوځواه، خو د مخالف لوري له مرګ ژوبلي ناخبره دى، د ډاكټر حنيف په وينا په جګړه كي څلور طالبان مړه او دوه تنه ژوبل سوي دي. بل پلو بېنوا ويبپاڼي ته د ايتلافي ځواكونو په � �ېږل سوې پاڼه كي ويل سوي دي چي په دې جګړه درې ايتلافي سرتيري مړه او دوه نور ژوبل سوي دي.  په يوه بله ورته پېښه كي چي د کنړ ولايت د ماڼوګي ولسوالۍ د شړيک درې په مټين سيمه کي رامنځته سوې ده طالبان د امريکايي عسکرو پر مركز د بريد ادعا كوي، د طالب وياند په وينا په دې جګړه كي چي تر پنځه څلويښتو دقيقو يې دوام وكړ يو طالب سرتېرى زخمي سو. ",طالبان له ايتلافي ځواكونو سره د بېلا بېلو نښتو ادعا كوي 4206,عبدالهادي هادي," د پكتيكا ولايت د مخابراتو د رياست ودانۍ په دغه ولايت كې د لومړنۍ پخې او اساسى دوه پوړيزې ودانۍ په توګه پرانيستل شوه. دمخابراتو وزارت له خب� �پاڼي څخه د پكتيكا ولايت د مخابراتو د رياست ودانۍ په دغه ولايت كې د لومړنۍ پخې او اساسى دوه پوړيزې ودانۍ په توګه پرانيستل شوه. پرون د روان كال د اسد د مياشتې پر شلمه نېټه يو لوړ پوړى دولتي پلاوي د مخابراتو د  وزير انجنير اميرزي سنګين، د فوايد عامې د وزير  صفرى، د ښارى پراختيا د وزير انجنير يوسف پښتون، د ملى امنيت په چارو كې د جمهور رئيس لوى سلا كار ډاكتر زلمى رسول او د ائتلاف د قواوو د لوى قوماندان جنرال آيكن بيرى په ګډون چې د ولسي جرګې وكيل نادرخان كټوازي او د افغان بيسيم او بيات فاونډيشن رئيس احسان ال� �ه بيات يې ملګرتيا كوله د پكتيكا ولايت ته رسمي سفر وكړ، ښرنې ته د لوړ پوړي دولتي پلاوي په رسېدو د پكتيكا و� �ايت د بېلا بيلو ولسواليو او مركز د قومونو استازو، مخورو او د ولايتى شورا نمايندګانو هيت ته تود هركلى ووايه. د ښرنې د ښار د اوسېدونكو غونډې ته د افغانستان د مخابراتو  وزير انجنير اميرزي سنګين وينا وكړه او د هغې په ترڅ كې يې د دغه ولايت خلكو ته د افغانستان د جمهور رئيس  حامد كرزى سلامونه او ښې هيلې ورسولې او د بيا رغونې د بهير د ګړندي كولو له پاره سوله يو حتمى شرط وباله. همدا راز د مخابراتو وزير د پكتيكا اوسېدونكو ته په خپله وينا كې په ډاګه كړه چې د هيواد د بيا رغونې په بهير كې د پخپله د  جمهور رئيس له وينا سره سم و� �وسته  پاتې ولايتونو ته له نورو هغو سره د سمې پاملرنې وينا شوې ده، او همدا لامل دى چې د بيا رغونې د متوازن بهير د رامينځته كيدو له پاره د مخابراتو وزارت د پكتيكا په ولايت كې پخوا تر دې د ديجيتل تيليفونونو دستګاه فعاله كړې، څه موده د مخه د روشن موبايل خدمتونه شروع شوي او اوس دا دى د مخابراتو د رياست ودانۍ چې په دوه پوړه كې په پاخه ډول د څلور سوه زرو (۴۰۰) امريكايي ډالروپه لګښت د PRT په مرسته جوړه شوې ده، پرانيستل كېږي. د يادونې وړ ده چې د پكتيكا په ولايت كې د مخابراتو رياست لومړنۍ ودانۍ ده چې په پاخه او اساسى ډول جوړه شوې ده. د غونډې په بله برخه كې د افغان بيسيم د شركت رئيس انجنير احسان الله بيات د يوې لنډې وينا په ترڅ كې د پكتيكا له خ� �كو سره ژمنه وكړه چې په راتلونكو درې اونيو كې به په دغه ولايت كې د افغان بيسيم د موبايل خدمتونه هم پيل شي. چې د همدې موبايل د ټاور له لارې به په راتلونكو دوه، درې مياشتو كې دغه ولايت ته د آريانا تلويزيون او راديو خپ� �ونې هم پيل شي، چې د غونډې د برخه والو له تاوده هر كلى سره مخامخ شو. وروسته په داسې حال كې چې د دولتى پلاوي غړي حاضر وو، د ښرنې په ښار كې د مخابراتو د رياست نوې جوړه شوې ودانۍ د مخابراتو د وزير له خوا پرانيستل شوه. همدا شان د خيركوټ ولسوالۍ هم د ولسواليو د اړيكو د پروژوې په لړ كې په همدې ورځ د تيليفون او انترنيت له لارې له نړۍ س� �ه ونښولول شوه. وروسته د مخابراتو  وزير په داسې حال كې چې د ښارى پراختيا وزير انجنير يوسف پښتون، په ولسي جرګه كې د پكتيكا استازى نادرخان كټوازى او د بيات فاونډيشن او افغان بيسيم رئيس انجنير احسان الله بيات يې م� �ګرتيا كوله د ارګون ولسوالۍ نه ليدنه وكړه. اورګون ته د پلاوي په رسېدو زيات شمير ارګون اوسېدونكو، د دولتى ادارو كاركوونكو او ځوانانو د ملى اتڼ په كولو هيت ته هركلى ووايه، د اورګون ښار د اوسېدونكو غونډې ته له وينا او هغو ته د افغانستان د جمهور رئيس د سلامونو له رسولو وروسته د مخابراتو وزير انجنير اميرزى سنګين لومړى د اورګون په ولسوالۍ كې جوړه شوې د مخابراتو ودانۍ پرانيستله، دغه ودانۍ د سلو زرو امريكايي ډالرو په لګښت د م خابراتو وزارت له انكشافي بوديجې نه سرته رسېدلې ده، تر هغه وروسته د مخابراتو وزير او ورسره پلاوي په اورګون كې د افغان بيسيم د موبايل كمپنۍ د ټاور د بنسټ ډبره كښېښوده چې د دغې كمپنۍ د مشر احسان الله بيات په وينا به افغان بيسيم په راتلونكو څلورو پنځو اونيو كې په دغې ولسوالۍ كې خپل خدمتونه پيل كړي چې ورپسې به په څو نيږدې ميا� �تو كې له همدې لارې په اورګون كې د آريانا تلويزيون او راديو هم خپلې خپرونې پيل كړي. همدا شان د ښاري پراختيا وزير   انجنير يوسف پښتون د اورګون خلكو ته وعده وركړه چې په راتلونكي يوه كال كې به د ولسوالۍ په بازار كې پنځه كيلومتره سړكونه پاخه او د اوبو رسولو سيستم به هم بشپړ شي. تر دې سربيره د بيات فاونډيشن مشر احسان الله بيات د اورګون له خلكو سره وعده وكړه چې د هغه جامع جومات چې پخوا يې د ودانۍ كارونه پيل شوي خو لا بشپړ شوي نه دي، په خپل لګښت بشپړوي او دا جومات به د اورګون د خلكو په غوښتنه د هغو د ګټې اخيستنې له پاره چمتو كوي. ",دپکتياولايت دمخابراتو رياست دنوي ودانۍپرانستنه 4207,," ", 4208,," ", 4209,," ", 4210,,"   بینوا ته دایساف له لوري په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې نن له غرمې وروسته ددغو ځواکونو یو سرتیری دهلمند په شمال کې دیوه ترافیکي پیښې په ترڅ کې مړ شوی. ایساف وایي پلټنې به کوي چې څه ډول دا ترافیکي پیښه رامخ ته شوې دوی وایي کوم برید پرې ندی شوی. ",هلمند کې دایساف سرتیری مړ شوی. 4211,,"   دناټو په مشرۍ دسوله ساتو یا ایساف ځواکونو وروستی ټولې هغه ادعاوې چې دغه ځواکونه به دهیواد له سویلي ولایت هلمند څخه ووځي په کلکه رد کړي. بینوا ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ددغو ځواکونو مشر دیوید ریچردز داخبره سپینه کړې چې له هلم ند څخه دوتلو کوم پلان نلري. خبرپاڼه لیکي چې کندهار کې خبري غونډې ته ددغو ځواکونو قومندان دیوید داسې ویلي وه چې دهلمند د ځینو ولسوالیو له مرکز به یې سرتیري وځي نه له ټول هلمند څخه، دوی وایي خبري رسنیو پدې اړه غلط راپورونه ورکړي دي. ریچرد ویلي هڅه کوي ملي اردو په دغو سیمو کې لا زیات دامنیت په راوستلو کې گټور گامونه پورته کړي.  هلمند یو له هغو ولایتونو څخه دی چې ایساف ته دامن په راوستلو کې تل داخ او ډب ډگر گرځیدلی او پخوا له دوی ائتلافي ځواکونه هم دلته د امن په راوستلو کې ناکام پاتې شوي. ",دایساف ځواکونه به هلمند کې پاتې وي. 4212,," ", 4213,ژباړن:ب.بهیروردګ," پوهنیار سیدحسن عدلیار Properties of Computerکمپيوټر د لاندې دريو ځانګړتياؤ لرونکی دی: 1:چټکتيا(Speed):کمپيوټر يوه مسله  په ډيره لوړه چټکتيا حلوي.په ځينو حالاتو کې د يوه تن د څو مياشتو کار له يوې ثانيه څخه په لږه موده کې سرته رسوي.د حقيقي مهال په سيستمونو کې لکه ددښمن د راکټونو د خنثی او دفع کولو په څير د سيستم په برياليتوب او ناکامۍ کې دوخت فکتور بنسټيز عامل دی او دکمپيوټر په چټکتيا کې ډير مهم دی.2:دډاډ وړتيا(Reliability):کومې پايلې چې دکمپيوټر په واسطه ښودل کېږي له ناسمۍ پ� �ته او ډاډمن وي.البته نا سمې پايلې د ننه ايستل شوو او د ناسم پروګرام پايله ده چې موږ او تاسو يې کمپيوټر ته و� �کوو.اصلاُد کمپيوټر غلطي زموږ او ستاسو غلطي ده.3:دساتلو قدرت(Storage Capacity):د کمپيوټر د ګټې اخيستو وړ ځايونو څخه يو هم د معلوماتو ساتل او د اړتيا پر مهال د هغوی چټکه ښودنه ده.کمپيوټر کولای شي چې د Dataلوی کميات ذخيره او وساتي.ساتل شوي Dataپه لوړې چټکتيا سره د ګټې وړ ګرځي.پهIS(Information System) يا معلوماتي سيستم ونو کې د Dataد لويو کمياتو ساتل ډير مهم دي.پورته درۍ ځانګړتياوې د صنعتي توليداتو د حجم په ډيرښت د نرخونو په لږوالي ،د چارو ،سوداګرۍ ،په منطقي او حسابي مسايلو کې دهوډنيونې کې مهم رول لوبولی دی چې په پايله کې يې په ما� �کېټونو کې د اړتيا وړ څيزونو نرخ تر ډيره بريده ښکته کړی چې هر څوک کولای شي له هغې څخه ګټه واخلي.د کمپيوټر د ګټې اخيستو وړ ځايونهله شک پرته نن ورځ کمپيوټر په پوهنيزو،څيړنيزو ،سوداګريزو ډګرونو او په داسې نورو برخو کې د ګټې اخيستو وړ دی.د هغه ډير ورځنی استعمال ددې لامل ګرځيدلی چې اوسنی عصر د کمپيوټر په عصر ونوموي.تاسو کولای شئ چې په دفترونو، بانکونو ،روغتونونو، پوهنتونونو،کتابتونونو،مارکېټونو، هوايي � �رکتونو،او نورو ځايونو کې کمپيوټر ووينئ.نن ورځ د قلم او کاغذ ځای کمپيوټر نيولی او په پر مختللو هيوادونو کې ګڼ شمير خلک په دې اند دي چې څلورم بنسټيز مهارت کمپيوټر دی.ددوی په اند څلور بنسټيز مهارتونه چې بايد ديوه � �وستي کس زده وي هغه لوستل ،ليکل،شميرل،او دکمپيوټر زده کړه ده.کمپيوټر ديوه ذکي ماشين (Smart Machine)په نامه هم يادوي ځکه کمپيوټر کولای شي چې حسابي او منطقي محاسبې په ډيرې چټکۍ سرته ورسوي.کمپيوټر کولای شي چې زرګونې مح اسبې په دومره لږ وخت کې سرته ورسوي چې ممکن تاسو ونشئ کولای چې خپل قلم له خپله جيبه وباسئ.کمپيوټر دا ټول پيچ� �ي او مغلق کارونه د يو لړ حسابي او منطقي چارو له مخې په ډيره ساده توګه سرته رسوي.په رښتيا سره چې د کمپيوټر پيدايښت په ټولنه کې دډيرو بدلونونو درامنځته کېدو لامل وګرځيد له کمپيوټر څخه په ګټې اخيستو د چارو دسرته � �سولو طريقو په بشپړه توګه  بدلې شوې.او له هغه چټکۍ سره يې چې لري د مسايلو ددقيق او چټک  حل شونتياوې رام نځته کړې.کمپيوټر په علومو کې د نوو زمينو د رامنځته کېدو لامل ګرځيدلی دی او په طب،تدريس او زده کړې،نظامي او نورو بيلابيلو برخو کې د ستاينې وړ اهميت لري.له کمپيوټر څخه کار اخيستل د پروګرام جوړونې ،اپراتوري،د اط� �اعاتو مديريت(Data (Management،دسيستم شننه او نورو په څير د نوو دندو د رامنځته کېدو لامل ګرځيدلی دی.په دې ځای کې له کمپيوټر څخه دګټې اخيستو وړ ځايونو له ډلې د لاندې ځايونو يادونه کولای شو:1:محاسبه (Account):کمپيوټر ډيرې مغلقې او پيچلې محاسبې په ډيرې چټکۍ سرته رسوي.په معمولي حسابدارۍ د معادلاتو حل ،فورم ولونو ،دData شننه،احصايه،احتمالات او نورو حسابي مسايلو کې کمپيوټر د ګټې اخيستو وړ ګرځي.کمپيوټر کولای شي چې دا مسايل په لوړ دقت او ډيرې چټکۍ سره حل کړي.2:د متنونو پراسس(Text Processing):له کمپيوټر څخه په پراخ ډول د متنونو(مکتوب،اخبار،مجله،کتابونه او نور)په چاپ،ډيزاين او برابرولو کې ګټه اخيستل کېږ ي.کمپيوټر د متنونو د پراسس لپاره دډيرو اسانتياو لرونکی دی. کېدای شي چې د کمپيوټرپه ساتنځي کې متنونه وساتل � �ي او هر کله مو چې غوښتي وي کولای شو چې هغه چاپ کړو.د کمپيوټر په ساتنځي کې کېدای شي چې ساتل شوي متنونه په ډيرې اسانۍ سره د بڼې بدلون وکړي.3:ګرافيک(Graphic):له کمپيوټري ګرافيک څخه د Dataپه ګرافيکي ښودنې،د نقشو ډيزاين،ددماغ څرنګوالی او په سلګونو نورو برخو کې ګټه اخيستل کېږي.کمپيوټري ګرافيک ډير ځير وي او کېدای شي چې په هغه کې له ډيرو رنګونو څخه کار واخيستل شي.کولای شو چې د(سره،شنه،ابي)دريو رنګونو له ترکېب څخه په تيورۍ کې تر 16.777.216پورې رنګونه منځ ته راوړو.4:انرژي(Energy):د انرژيکي سرچېنو ،کانو،او نور دځمکې لاندې زيرمو د موندلو لپاره له قياسي کمپيوټرونو څخه کار اخيستل کيږي.دا کمپيوټرونه کولای شي چې په ځمکه کې ددې زيرمو شتون وښيې.5:ترانسپورټ(Transport ):له کمپيوټر څخه د چټک ترانزيتي سيستم ،هوايي ترافيک،په الوتکو کې د چوکیو بيلول او په نورو ترانسپورټي برخو کې ګټه اخيستل کېږي.د کمپيوټر له کار اخيستو پرته دترانسپورټ سيستم له ستونزو سره مخ کېږي تر دې چې د هغو دچارو سرته رسول ناشوني بريښي.6:روغتيا(Health):نن ورځ ډاکتران د ناروغيو د پيژندنې  لپاره له کمپيوټر څخه کار اخلي په ځينو حالاتو کې لکه د زړه د حملې او دناروغيو په پيژندنه کې کمپيوټر له ډاکټر څخه ځير وي.همدارنګه له لرو لارو (Remote)د جراحي چارو سرته رسول او د ناروغانو ددرملنې لپاره له کمپيوټر څخه ګټه اخيستل کېږي.که څه هم د پيژندلو چاره کمپيوټر په ډيرې چټکۍ سرته رسوي خو وروستی هوډ دډاکترانو په واسطه نيول کېږي.7:روبوت (Robot):د روبوت کلمه له (Czech)چکي ويې (کلمې) څخه اخيستل شوې او د اجباري کارګر(Compulsory Labor) په معنی سره دی.روبوت هغه ماشين دی چې کولای شي چې خپل ننوتی وپيژني او د هغه پر بنسټ خپل غبرګون وښيې.او همدارنګه کولای شي چې په لږه هوښيارۍ او دانسان له لاسوهنې پرته پخپل شاوخوا کې بدلونونه رامنځته کړي.په هغه برخو کې چې هلته کار کول د ځاني او يا مالي خطرونو لرونکې وي او يا د انسانانو دخوښې وړ نه وي کېدای شي له روبوت څخه ګټه واخيستل شي.د هغو تړلو غوټو د خلاصولو لپاره کوم چې په هغه کې  د بمب احتمال وي کولای شي چې هغه پرانيزي.روبوت کولای شي چې دريوري وکړي،د کور ساتونکی وي،په پخلنځي کې د غوښې، پياز ،کچالو او نورو  ټوټې کول او همدارنګه کولای شي چې په س� �ګونو نورې چارې هم سرته ورسوي.د قانون پلي کول(Law Enforcement):له کمپيوټر څخه د ګوتو د نښې (Finger Print) د پيژندلو لپاره کار اخيستل کېږي.همدارنګه د بيونيک(Bionic) د علم په کتنې سره چې نوې ارايه شوې بشر کولای شي چې له کمپيوټر سره داسې ونښلي چې د انسان د دماغ اشارې د ښودنې د پاڼې پر مخ څرګند شي.نو په داسې حالاتو کې هر هغه څه چې د انسان په فکر کې ګرځي او يا دهغه په اړه فکر کوي که دا فکر کول ښه وي او که بد وي د ښودنې د پاڼې پر مخ څ� �ګنديږي.نو په دې ورځ د اصلي مجرمينو د موندلو او محکمې ته د هغوی راوستل به ستونزمن نه وي.9:م صنوعي سپوږمکۍ((Satellites:مصنوعي سپوږمکۍ د کمپيوټر په مټ کنتروليږي.مصنوعي سپوږمکۍ له ځمکې څخه خپل تګ په يوې ټاکلې چټکتيا سره پيل او له هغې وروسته د ځمکې او يا کوم بل ستوري په شاوخوا خپل حرکت ته ادامه ورکړي.په م صنوعي سپوږمکۍ کې د خلل او يا له خپل خط السير څخه د هغه د وتلو په حالت کې له کمپيوټر څخه کار اخيستل کېږي.په داسې حأل کې چې مصنو عي سپو ږ مکۍ له موږ څخه په زرګونو کېلو متره لرې ده.همدارنګه مصنوعي سپوږمکۍ خپلې ټولې دندې � �که فضايي څيړنې،اړيکې او نور د کمپيوټر په مټ سرته رسوي.مصنوعي سپوږمکۍ ددې ټولو چارو په سرته رسولو کې پيلوټ نه لري.موږ او تاسو که  څه هم مصنوعي سپوږمکۍ نلرو خو بيا هم هره ورځ د هغه له خدمتونو څخه ګټه اخلو.10:نظامي سيمې(Military):د اليکترونيکي کمپيوټرونو د څرګنديدو له پيل څخه په عسکري برخو کې ګټه اخيستل شوې.لومړنی اليکترونيکي کمپيوټر د نظامي موخو لپاره جوړ شوی ؤ.د سي(C) او کوبول(Cobol) د پروګرام ليکنې ژبې او همدارنګه د کمپيوټري شبکو تړون(Network) او انترنيټ چې د TCP/IP په نامه ياديږي د نظامي سرچينو پواسطه منځ ته راغ� �ې.په ځانګړي ډول په دې دوو وروستيو کې د ستورو د جګړې او SDIيا ستراتيژيکې دفاع د مفکورو له ارايه کولو وروسته په نظامي برخو کې له کمپيوټر څخه ګټه اخيستل ځانګړی اهميت وموند.چې له شک پرته کمپيوټر يې د جګړې دډګر په واکمن بدل کړی ؤ.(له دې وروسته توپچي د جګړې د ډګر واکمن نه دی).کمپيوټر کولای شي چې له لانچر څخه د راکتونو له انداخت و� �وسته هم هغه کنترول او په سمه او دقيقه توګه د پام وړ موخې په لور وتوغوي.11:مجازي واقيعت (Virtual Reality ):له مجازي واقعيت څخه د ښوونې او روزنې،پوهنيزې څيړنې او شبيه جوړونې((Simulation کې ګټه اخيستل کېږ ي.د امنيتي او اقتصادي شرايطو له پلوه د مجازي واقعيت په مرسته د بيلا بيلو چارو سرته رسول اسانه او په ځينو حالاتو کې په علمي او فزيکي برخو کې هم له مجازي واقعيت پرته د حالاتو سرته رسول ستونزمن او ان تردې چې ناشوني بريښي.په کمپيوټري لوبو(Computers Game) کې د شبيه جوړونې له عمليې څخه د موټر چلول يا دالوتکې دالوزولو تمرين او تجربه کېدای شي.که څه هم يو پيلوټ چې کله د کمپيوټر په مقابل کې کښيني او  الوتکه الوزوي ددې په پرتله چې په الوتکه کې ناست وي او په هوا کې يې الوزوي خوندي  او اقتصادي ده.د شبيه جوړونې په مرسته پر ګاوڼد چاپيريال د اتومي انرژۍ د اغيزې ازمويل شوني دي.همدارنګه د يوه موټر جوړولو فابريکې لپاره ډيره اسانه او اقتصادي لاره ده تر څو د مجازي واقعيت((Vertual Reality په واسطه د يوه داسې موټر رقمي موډل منځته راوړي چې هغه شتون ونلري. ",د کمپيوټر ځانګړتياوې 4214,,"   دځوان غزلبول شاعر ښاغلي عبدا� �عزیز غیرت دشاعرانه ژوند درېمه شعري ټولگه ده چې تازه له چاپه راوتې دتورغر علمي او فرهنگي ټولنې په لگښت او د دانش خپرندویې ټولنې له خوا دکتاب رنگ ورکړل شوی. نیږدې ٩٠ شعرونه پکې خوندي دي چې ډیری یې غزلونه دي. استاد محمد اصف صمیم او استاد حبیب الله رفیع په شعري غونډې لیکنې کړي او شاعر غیرت یې تکړه شاعر بللی چې شعرونه یې تر ډیره بریده دتراژیدیو، او دافغاني کړیکو او غمیزو دسختو شیبو ښه انځورنه بللې. ځوان شاعر غیرت دننگرهار دسره رود دی چې تر دې دمه یې درې شعري ټولگې مات زړه، دیادونو ډېوې"" منظومه تذکره"" او همدا ټولگه دخپلو اوښکو دساحل پر غاړه یې دچاپ په گاڼه پسوللي. دا هم له ټولگې څو شعرونه: شيندلې مرغلرې   پرون چې دې له سترګونه شيندلې مرغلرې بس ته واى له دريابه راوتلې مرغ� �رې که وارزمارقيبه شوبښمه خودې نه داتاچې مې پرون له کوره وړلې مرغلرې دکوم جومات ملا باندې يې وکړم تعبيرونه بيګادې ماته خوب کې راکولې مرغلرې بس ماته مې داخوارنصيب پخوانه ښه معلوم وء داځکه مې له لپونه وليدلې مرغلرې داڅه دې زړه کې تيرشودزړه سره راته وايه په پيڅکه دحجاب دې پاکولې مر غلرې راځه اوس يې جانانه سپينې غاړې ته اميل کړه پيېلي ماغيرت دي څه غزلې مرغل� �ې   دژوندڅلى   دژوندڅلى س� �نګون په لا رکې پروت وء لکه ګوډشان ميږتون په لارکې پروت وءشوه ښکاره راته بې قدره غوندې اوښکه دغريب سړي ژوندون په لا رکې پروت وءچې دژونددې وران ويجاړتصويرته ځيرشوم په سرو وينوکې ګلګون په لارکې پروت ؤ چې لوسته مې دنيمګړي عشق کيسه وه څيرې ،څيرې يومضمون په لارکې پروت وء دادسرودسپينې   غاړې هار دې واخله  را اوچت مې کړو پرون په لار کې پروت ؤدهر چاعقل او پوهه وي په سر کې دمئين لکه مجنون په لار کې پروت ؤشوې ګيلې اوبه ، اوبه سترګو ته راغلېچيرې مزى دبيلتون په لار کې پروت ؤزه غيرت چې پښه نيولى � �وم خيبر کې دحمزه غوندې پښتون په لار کې پروت ؤ ",(دخپلو اوښکو د ساحل پر غاړه) نوې شعري ټولګه 4215,,"   تر اوږدو بح ثونو وروسته دملگرو ملتونو دامنیت شورا دې پریکړې ته ورسیده چې دمنځني ختیځ دکړکیچ د اواري لپاره دحزب الله او داسرائیلو ترمنځ اور بند اعلان کړي. دملگرو ملتونو سرمنشي کوفي عنان وویل چې له دواړو لبناني او اسرائی� �ي لومړي وزیرانو سره دکړکیچ دپای ته رسیدو په تړوا غږیدلی دواړو مشرانو ورسره دملگرو ملتونو وروستۍ پ� �یکړه منلې. دا اور بند سبا دسهار په پنځو بجو پیل کیږي حزب الله ویلي دوی ددې پریکړې هرکلی کوي. اسرائیل لا هم تراوسه همدا نن دیرش زره سرتیري دلبنان په سویل کې له حزب الله سره په جگړه بوخت دي او نن یې تردې دمه ١١ سرتیري وژل شوي او له سلو زیات نور یې ټپیان شوي. ",ملگرو ملتونو دحزب الله او اسرائیلو ترمنځ اور بند اعلان کړ. 4216,,"   ددغو ځواکونو له لوري بینوا ته په راغلې خبرپاڼه لیکل شوي چې ددغو ځواکونو سره د سینایي پرمختیایي ادارې د ٣٠٠٠٠٠ ډالرو تړون لاسلیک کړی دتړون له مخې به دغه ځواکونه په ناارمو سیمو کې دښوونځیو او دزده کوونکو امنیت خوندي کوي. ددغه تړون هرک� �ی دښوونې وزارت هم کړی . ",ائتلافي ځواکونو دښوونځیو دساتلو هوډ کړی. 4217,,"     دکورنیو چارو وزارت ویاند یوسف ستانیزي بینوا ته وویل چې تیره شپه دکنړ ولایت دشیگل ولسوالۍ دشلطن په کلي کې په یوه کور کې دهاوان دلگیدو له امله ٢١ ټپیان شوي. ښاغلی ستانیزی وایي لامل یې ندی څرگند خو ښایي موخه ترې سیمه کې دسړک جوړونې هندي شرکت وي.       ",دکنړ شیگل کې یوه هاوان ٢١ تنه ټپیان کړل. 4218,,"   دکورنیو چارو وزارت ویاند یوسف ستانیزی بینوا ته وویل چې نن دولس نیمې بجې ددغه ښار دکډوالو چارو ریاست ته څیرمه یو ماین وچاودید چې له امله یې دملي امنیت یو تن وژل شوی او بل تن ټپي شوی. ښاغلي ستانیزي دا هم وویل چې دسرې میاشتې په ریاست کې بل ماین تر چاودنې دمخه پولیسو نیولی او بیکاره کړی یې دی. ",غزنی کې ماین چاودنې یو تن مړ او بل ټپي کړ. 4219,," د اسرائيلو كابينې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېكړه ليك په اړه ځانګړې غونډه جوړه او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له پرېكړه ليك څخه يې م� �اتړ څرګند كړ. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په يوه پرېكړه ليك كي د اسرائيلو او لبنان له حكومتونو څ خه ژر تر ژره د جګړې د بندولو غوښتنه كړې وه.د ملګرو ملتونو سرمنشي كوفي عنان وويل اوربند به سبا دو� �نبه د اګست پر ۱۴ د سهار له پنځو بجو څخه پيل سي، نوموړي دا خبره د لبنان او اسرائيلو له لومړي وزيرانو سره تر خبروورسته وكړه.د اسرائيلو لومړي وزير فواد سينيوره وويل سره له دې چي په پرېكړه ليك كي پر ځينو ټكو نيوكه ل� �ي خو بيا هم  ور ته ژمن دى.د حزب الله ګوند مشر سيد حسن نصرالله د شنبې په ورځ وويل چي د ملګرو ملتونو د ام نيت شورا پرېكړه ليك ته وفادار دى. خو  ټينګار يې وكړ چي جنګيالي به يې تر هغه وخته پر اسرائيلو ب� �يدونو ته دوام وركوي چي هغوى د لبنان له خاوره څخه ووزي. ",د اسرائيلو كابينې د امنيت شورا پرېكړه ليك ومانه 4220,,"   بینوا ته دائتلافي ځواکونو له لوري په راغلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن دملي اردو ٥ سرتیري هغه مهال ووژل شول او نور ٦ یې ټپیان شول کله چې مخالفو وسلوالو یې په مرکز برید وکړ. خبرپاڼه وايي پیښه دبرمل په ولسوالۍ کې مخ ته شوې دوی وايې چې بیا جگړه ونښته او ائتلافي ځواکونه یې مرستې ورغلل چې په ترڅ کې یې له مخالفو ٢٠ جنگیالي ووژل. ", پکتیکا کې دملي اردو ٥ سرتیري وژل شوي. 4221,,"   بینوا ته دایساف دځواکونو له لوري په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د کندز په ولایتي بیارغونې ټیم یا PRT په مرکز کې یو مسجد ددې لپاره چې ١� �٠ مسلمان کورني کارکونکي پکې خپل عبادت وکړي جوړ کړی.    ",دایساف دځواکونو په مرکز کې مسجد جوړ شو. 4222,,"   دم خابراتو وزارت له لورې بینوا ویبپاڼې ته راغلې خبرپاڼه:   په هغو مراسمو كې چې نن د روان كال د اسد د مياشتې پر دوه ويشتمه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مخابراتو د وزير جلالتماب انجنير اميرزى سنگين، په كابل كې د ايران د اسلامى جمهوريت د سفير جلا� �تماب رضا بهرامى او د مخابراتو وزارت د رهبرى هيت په ګډون د مخابراتو په روزنيز مركز كې جوړ شوي وو، د معلوم اتي او اړيكتيايي تكنالوژۍ د انستيتوت د بنسټ ډبره كېښودل شوه. غونډه چې د قرانكريم د څو مباركو آيتونو په لوستلو پيل شوه، ورپسې د يادې شوې پروژې د تطبيق له پاره د ITU استازى ښاغلي جواديان د موضوع په اړه خبرې وكړې او د دغې پروژې په اړه يې د غونډې ګډونوالو ته مفصل معلومات وړاندې كړل. تر هغه وروسته د مخاب� �اتو جلالتماب وزير انجنير اميرزى سنگين وينا وكړه او د دا ډول انستيتوت د جوړېدو اړتيا يې په ګوته كړه او د دې پروژې د ملاتړو سرچينو په باب يې مالومات وركړل او د هيواد په بيا رغونه او په ځانګړي ډول د مخابراتو په برخه كې يې د ورور هيواد ايران د مرستو يادونه وكړه چې هغه يې د دوه ورونو ملتونو او خلكو تر منځ د تلپاتې دوستۍ او ښو اړيكو نښې وبللې. ورپسې په كابل كې د ايران د اسلامي جمهوريت لوى سفير جلالتماب رضا بهرامى لنډه وينا وكړه او د افغانستان په ځانګړي ډول د مخابراتو په بيا رغولو كې يې د خپل هيواد د مرستو يادونه وكړه، او ژمن شو چې د ايران هيواد دا ډول مرستې به په � �اتلونكې كې هم دوام كوي. د غونډې په وروستۍ برخه كې د افغانستان د معلوماتي او اړيكتيايي تكنالوژۍ د انستيتوت د بنسټ ډبره د مخابراتو د وزير او په كابل كې د ايران د اسلامي جمهوريت د لوى سفير له خوا كيښودل شوه. د يادونې وړ ده چې د ICTI يا د معلوماتي او اړيكتيايي تكنالوژۍ د انستيتوت ودانۍ به په درې پوړونو كې په پاخه او اساسي ډول د ايران د اسلامي جمهوريت د (4،3) ميليونو ډالرو مرستې په لګښت د نړيوالي مخابراتي اتح اديې ITU تر سرپرستي لاندې د كابل په يكه توت سيمه كې جوړېږي. د دغې پروژې په لومړۍ مرحله كې به يوه درې پوړيزه ودانۍ، د غونډو او كنفرانسونو خونه، سپورتى كمپلكس او يو جومات په پاخه او اساسي ډول جوړ شي، چې دغه انستيتوت به په راتلونكې كې د ICT په برخه كې د � �يسانس په سويه شاګردان روزي، تر دې سربيره د استادانو روزنه او د تدريسي پلان جوړول هم د دغې پروژې په لومړۍ ب� �خه كې شامل دي. همدا ډول د پروژې په لومړي پړاو كې به د مخابراتو د روزنيز مركز دوه اوسنۍ ودانۍ هم بيا رغول كېږي. د دغې پروژې په دويم پړاو كې د ياد شوى انستيتوت د پراختيا او بشپړېدو له پاره نور (� �،۳) ميليونه ډالره هم د ايران د هيواد له مرستو نه بيل شوي دي. ",د معلوماتي او اړيكتيايي تكنالوژۍ د انستيتوت د بنسټ ډبره كېښودل شوه 4223,,"   دخوست امنیه قومندان جنرال ایوب ویلي چې نن دخوست دیعقوبیو په ولسوالۍ کې امریکایي موټر ته چاودیدونکي مواد ایښودل شوي وه چې دچاودنې لام له یې ٣ امریکایي سرتیري ټپیان شوي او  موټر یې هم له منځه تللی. لا تراوسه امریکایي ځواکونو دپیښې په اړه څه ندي ویلي.   ",په خوست کې چاودنې درې امریکایان ټپیان کړي. 4224,,"   دکورنیو چارو وزارت درسنیو دفتر بینوا ویبپاڼې ته وویل چې دهلمند دگرمسیر په ولسوالۍ دائتلافي ځواکونو دهوایي بمباریو په ټس کې تیره شپه ٦ وس� �وال مخالفین وژل شوي. ",گرمسیر کې ٦ مخالفین وژل شوي. 4225,,"   دکورنیو چارو وزارت درسنیو دفتر بینوا ویبپاڼې ته وویل چې تیره شپه ١٢ بجې دپکتیکا دگومل ولسوالۍ باندې وسلوال برید وشو چې بیا دپولیسو او وس� �والو مخالفینو ترمنځ ددوو ساعتونو لپاره جگړه ونښته چې کوم زیان یې نه درلود. ",دپکتیکا په گومل کې تیره شپه نښته شوې. 4226,,"   دکورنیو چارو وزارت درسنیو دفتر بینوا ویبپاڼې ته وویل چې نن سهار اته نیمې بجې دکابل ښار شمال لور ته دخیرخانې په حلقوي سړک په یوه بایسکل کې ځای په ځای شوي چاودیدونکي مواد وچاودیدل چې له امله یې یوه کرولا موټر ویجاړ شوی او کوم ځاني زیان نلري. دوی دچاودنې موخه ښایي تیریدونکی دایساف کاروان له سیمې وي.  ",دکابل په خیرخانه کې چاودنه شوې. 4227,,"   دکورنیو چارو وزارت درسنیو دفتر بینوا ویبپاڼې ته وویل چې دلوگر ولایت په مرکز پل عالم باندې له اورښت وروسته سیلابونه راغلي چې کوم ځاني زیان یې ندی رسولی خو دښار ځینې دکانونه یې له ځان سره وړي. ",په لوگر کې راغلي سیلابونو دوکانونه وړي. 4228,," د قبايلي علاقې په خيبر ايجنسي كي د دوو مذهبي ګوندونو تر منځ جګړه كي څلور تنه مړه او درې زخميان سول.د پاكستاني چارواكو په وينا پېښه تيره ورځ ماپښين پر څلور نيمي بجې پېښور ته نيژدې د باړه په قبايلي سيمه كي هغه وخت رامنځته سوه چي د دواړو اسلامي ګوندونو لښكر طيبه او انصارالاسلام پلويان له يو بل سره مخ سول.د عيني شاهدانو په وينا دوى يو پر بل ډزي وكړې، چي له امله يې د لښكر طيبه څلور پلويان ځاى پر ځاى مړه او د انصارالاسلام دوه غړي زخميان سول. په ډزو كي يو لاروى هم زخمي سوى دى.بايد وويل سي د روان كال د مارچ له مياشتي راهيسي د دواړو ډلو تر منځ تاوتريخوا� �ي كي په لسګونو كسانو خپل ژوند له لاسه وركړى دى، او ځايي چارواكي يې په ارامولو كي پاتي راغلي دي. ",د دوو مذهبي ډلو تر منځ جګړه كي ۴ تنه مړه او ۳ ټپيان سول 4229,ميرويس جلالزې,"   له نوموړي هيواد څخه د را� �سيدلو رپوټو په بنسټ په دي چاودنه كې  په لسګونو تنه مړه شوي او ژوبل شوي دي. پوليس وايي د چاودني هدف په ظاهر توګه د پوځ هغه كاروان وو چې له چاودني مخي له سيمي تير شوي وو. د يادوني وړ ده چې د افغانستان د بيلابيلو ورزشي لوبډلو څه باندي ۱۵ تنه لوبغاړي  دم ګړي په همدې ښار كې چې چاودنه شوې د سياليو لپاره تياری نيسي. ",د سريلانكا په پلازمينه كولمبو كې چاودنه وشوه 4230,"مي� �ويس جلالزې"," د نوموړي ولايت امنيتي مقامات وايې نن يې د يوي دونيم ساعته نښتي په پايله كې ۱۱ طالب اورپكي وژلي او ۳ تنه يي ژوندي نيولي دې. دا نښته د كجكي په ولسوالي كې رامنځ ته شوي ده. په دي وسله وال اخ او ډب كي يو پوليس هم خپل ژوندله لاسه وركړ. ",په هلمند كې طالبان وژل شوي 4231,ميرويس جلالزې,"   دا سرتيري  د كابل په خيرخانه سيمه كې نن سهار ژوبل شوي دي. د فرانسي خبري آژانس ته د ايساف قواوو يو وياند د پيښي تايد كړی. ",په كابل كي د ناتو دري سرتيري ژوبل شول 4232,,"   دکورنیو چارو وزارت درسنیو دفتر بینوا ویبپاڼې ته وویل چې دهلمند دگرمسیر په ولسوالۍ دائتلافي ځواکونو دهوایي بمباریو په ټس کې تیره شپه ٦ وس� �وال مخالفین وژل شوي. ",گرمسیر کې ٦ مخالفین وژل شوي. 4233,,"   دکورنیو چارو وزارت درسنیو دفتر بینوا ویبپاڼې ته وویل چې تیره شپه ١٢ بجې دپکتیکا دگومل ولسوالۍ باندې وسلوال برید وشو چې بیا دپولیسو او وس� �والو مخالفینو ترمنځ ددوو ساعتونو لپاره جگړه ونښته چې کوم زیان یې نه درلود. ",دپکتیکا په گومل کې تیره شپه نښته شوې. 4234,,"   دکورنیو چارو وزارت درسنیو دفتر بینوا ویبپاڼې ته وویل چې نن سهار اته نیمې بجې دکابل ښار شمال لور ته دخیرخانې په حلقوي سړک په یوه بایسکل کې ځای په ځای شوي چاودیدونکي مواد وچاودیدل چې له امله یې یوه کرولا موټر ویجاړ شوی او کوم ځاني زیان نلري. دوی دچاودنې موخه ښایي تیریدونکی دایساف کاروان له سیمې وي.  ",دکابل په خیرخانه کې چاودنه شوې. 4235,,"   دکورنیو چارو وزارت درسنیو دفتر بینوا ویبپاڼې ته وویل چې دلوگر ولایت په مرکز پل عالم باندې له اورښت وروسته سیلابونه راغلي چې کوم ځاني زیان یې ندی رسولی خو دښار ځینې دکانونه یې له ځان سره وړي. ",په لوگر کې راغلي سیلابونو دوکانونه وړي. 4236,," د قبايلي علاقې په خيبر ايجنسي كي د دوو مذهبي ګوندونو تر منځ جګړه كي څلور تنه مړه او درې زخميان سول.د پاكستاني چارواكو په وينا پېښه تيره ورځ ماپښين پر څلور نيمي بجې پېښور ته نيژدې د باړه په قبايلي سيمه كي هغه وخت رامنځته سوه چي د دواړو اسلامي ګوندونو لښكر طيبه او انصارالاسلام پلويان له يو بل سره مخ سول.د عيني شاهدانو په وينا دوى يو پر بل ډزي وكړې، چي له امله يې د لښكر طيبه څلور پلويان ځاى پر ځاى مړه او د انصارالاسلام دوه غړي زخميان سول. په ډزو كي يو لاروى هم زخمي سوى دى.بايد وويل سي د روان كال د مارچ له مياشتي راهيسي د دواړو ډلو تر منځ تاوتريخوا� �ي كي په لسګونو كسانو خپل ژوند له لاسه وركړى دى، او ځايي چارواكي يې په ارامولو كي پاتي راغلي دي. ",د دوو مذهبي ډلو تر منځ جګړه كي ۴ تنه مړه او ۳ ټپيان سول 4237,ميرويس جلالزې,"   له نوموړي هيواد څخه د را� �سيدلو رپوټو په بنسټ په دي چاودنه كې  په لسګونو تنه مړه شوي او ژوبل شوي دي. پوليس وايي د چاودني هدف په ظاهر توګه د پوځ هغه كاروان وو چې له چاودني مخي له سيمي تير شوي وو. د يادوني وړ ده چې د افغانستان د بيلابيلو ورزشي لوبډلو څه باندي ۱۵ تنه لوبغاړي  دم ګړي په همدې ښار كې چې چاودنه شوې د سياليو لپاره تياری نيسي. ",د سريلانكا په پلازمينه كولمبو كې چاودنه وشوه 4238,"مي� �ويس جلالزې"," د نوموړي ولايت امنيتي مقامات وايې نن يې د يوي دونيم ساعته نښتي په پايله كې ۱۱ طالب اورپكي وژلي او ۳ تنه يي ژوندي نيولي دې. دا نښته د كجكي په ولسوالي كې رامنځ ته شوي ده. په دي وسله وال اخ او ډب كي يو پوليس هم خپل ژوندله لاسه وركړ. ",په هلمند كې طالبان وژل شوي 4239,ميرويس جلالزې,"   دا سرتيري  د كابل په خيرخانه سيمه كې نن سهار ژوبل شوي دي. د فرانسي خبري آژانس ته د ايساف قواوو يو وياند د پيښي تايد كړی. ",په كابل كي د ناتو دري سرتيري ژوبل شول 4240,ميرويس جلالزې," په افغانستان كې د امريكايي قواوو عمومي قوماندان جنرال كرل اكين بيري پرون وويل چې د معارفو وزارت ته يې ۳۰۰ زره امريكايي ډالر وركړي تر څو دا وزارت خپل ټيمونه د افغانستان لري پرتو سيمو ته واستوي او هلته د ښونځيو او ښونكو ستونزي له نژدې و څيړي او  دلري پرتو  سيم و له كليوالو سره د ښونځيو د سوځيدني موضوع مطرح كړي.. د معارفو وزارت چارواكي وايي د روان كال له پيل څخه تر اوسه ۱۴۰ تنه ښونكي او زدكونكي د هيواد په بيلابيلو سيمو كې وژل شوي او څه باندي ۲۰۰ ښونځي هم سوځول � �وي. ",له ښونځيو په نوي ډول ساتنه كيږي 4241,ميرويس جلالزې," د ا ټكي په كابل كې د نړيوالو سوله ساتي ځواكونو د وياندويانو د دفتر يو تن د ټليفون په ليكه راته څرګند كړ. هغه وويل چې د دوي څلور سرتيري د كابل په چاودنه كې زخميان شوي او اوس په ښه روغتيايي حال كې دي. ",په كابل كې د ايساف ټپي شويو سرتيو شميره لوړه شوه 4242,,"   په دغه برید کې دملي اردو ٦ سرتیري دیوه ملکي وگړي په گډون ټپیان شوي. دپکتیکا والي ډاکټر اکرم خپلواک بینوا ویبپاڼې ددې خبر پخلی وکړ او وویل چې دا پیښه په سرحدي ولسوالۍ برمل کې شوې او دا کار هیواد دښمنانو ترسره کړی. ",پکتیکا کې ځانمرگی برید شوی. 4243,," د پاكستان په بلوچستان ايالت كي د دغه هيواد د خپلواكۍ په ورځ په ګڼو ښارونو كي تر لسو ډيري بمي چاودني سوي دي، كراچي ته نيژدې د حب چوكۍ په ښارګوټي كي يوې چاودني دوه تنه مړه او څلور زخميان كړل. د لومړنيو خبرونو له مخي چاودنه په يوه رېړۍ كي چي د پاكستان بيرغونه يې پلورل رامنځته سوې ده، چي د رېړۍ چلوونكي په ګډون يې يو تن لاروى هم وژلى دى.پر حب چوكۍ ب� �سېره په نوشكي ښارګوټي كي هم د يوې چاودني له امله د پنجاب ايالت څلور تنه زخميان سوي دي، د يكشنبې په ورځ له كويټي، مستونګ او خضدار څخه هم د چاودنو خبرونه وركړل سوي دي.د كويټي په جنوب لويديځ ښارګوټي نوشكي كي چاودنه پر داسي وخت رامنځته سوه چي ځايي چارواكو د پاكستان د خپلواكۍ د ورځي په مراسمو كي ګډون كاوه. د يكشنبې په ماښام د مستونګ او خضدار په بېلا بېلو ځايونو كي ۸ پرله پسې چاودني سوي دي، په خضدار كي د نامعلومو كسانو له خوا پر يو كور باندي لاسي بم غورځول سوى دى چي له امله يې يوه مېرمن او دوه نور كسان زخميان سوي دي. له سيوی ( سيبي )  څخه عيني شاهدانو وويل چي تېره شپه يې د څو نورو چاودنو ږغونه اورېدلي دي خو د مرګ ژوبلي په اړه يې ځانونه ناخبره وښوول.د بلوچستان د پوليسو مشر چوهدري محمديعقوب تېره ورځ وويل چي په ټول ايالت كي يې سخت ام نيتي تدابير نيولي، او په كويټه كي يې لږ تر لږه ۷۰ تنه مشكوك كسان نيولي دي. ",په پاكستان كي د دغه هيواد د خپلواكۍ په ورځ چاودني سوي 4244,," له جنايي جرمونو سره د مبارزې مشر علي شا پكتياوال وايي وروسته له هغه چي په كابل كي دوې پرله پسې چاودني وسوې، امنيتي ځواكونو د دريمي چاودني پلان � �نډ كړ. د نوموړي په وينا پوليسو د تلاښۍ په موخه يو بار وړونكى موټر  ودرواوه، چي چاودېدونكي مواد يې پكښي ونيول. پكتيا وال وويل په موټر كي سپاره كسان پاكستانيان دي. كه څه هم افغان چارواكو په وار _وار  پاكستان  د افغانستان په بد امنۍ كي په لاس لرلو تورن كړى دى، خو دا لومړى ځل دى چي په كابل كي د چاودني په تور د پاكستانيانو د نيولو خبر وركول كېږي.د يادوني وړ ده چي نن د كابل ښار په خيرخانه كي يوې چاودني د ناټو ځواكونو د څلورو سرتېرو په گډون ۷ تنه ټپيان كړل. د چارواكو په وينا د چاودني لامل يو بايسكل و چي چاودېدونكي م واد پكښي ځاى پر ځاى سوي وه. د جنايي جرمونو سره د مبارزې مشر علي شا پكتياوال وايي تر هغه لږ وروسته دوهمه چاودنه د كابل په ختيځ كي د ملګرو ملتونو مركز ته نيژدې رامنځته سوه چي مرګ ژوبله يې نه درلوده. ",چارواكي: په كابل كي د دريمي چاودني پلان شنډ سو 4245,," په عراق كي د متحده ايالاتو سفير � �اكټر زلمي خليلزاد نيويارك ټايمز ورځپاڼي ته وويل چي اېران عراقي شيعه جنګيالي په عراق كي د متحده ايالاتو پر سرتيرو باندي بريدونو ته هڅوي. په عراق كي امريكايي سرتېري وايي دوى داسي كسان نيولي دي چي په عراق كي يې پر امريكايي اهدافو باندي د بريد كولو روزنه په اېران كي ترلاسه كړې ده. خو داسي څه يې نه دي موندلي چي په دې پېښو كي د اېراني حكومت لاس لرل په زبات ورسوي. ",خليلزاد: عراقي شيعه ګان د اېران له خوا هڅول كېږي 4246,"محمدعيسی ستانکزی - اي� �ان"," ژباړه او راټولونه دعيسي ستانکزى / ايران په يوۀ پسرلي کې مې په ٢٤ ساعتونو کې ١٣٦ ډوله آبو هوا وليدله مارک ټواين   پسرلى هغه وخت دى چې شپيلي ووهئ حتی که بو ټانونه مو له خټو او چيکړو ډک وي  بو بنت   منى دوهم پسرلى دى ځکه چې هره پاڼه يې يو ګل دى . البر کامو په پسرلي کې د ورځې په پاي کې بايد دخټو او ګلانو بوی درنه ولټيږي . م ارګرت اتود   پسرلى ښيي چې پاک خدای له ککړې ، وچې او بې روحې نړۍ څه جوړه وي . ويرجيل کرافت  کله چې پسرلى تېرېږي سړى ته د ماشومتوب وخت او معصوميت ورپه زړه کوي ، دوبى په ذهنونو کې د تاندوالي او خوشالۍ خاطرې پريږدي ، منى هم تيريږي او له هغه احترام او درناوى په يادګار پاتې کيږي او له ژمي د استقامت ياد په ذهنونو کې تلپاتې شي . يوکووانو  کله چې پسرلى شي واښه پخپله زرغونيږي . تاوته چينګ  هيله کوم زمونږ پسرلى بيا راورسيږ ي  او مونږ د لمر  د ځليدو له نعمته برخمن شو. لسلس ګارت ژمى د حکاکۍ او کندنکارۍ هنر دى ، پسرلى د اوبرنګ انځور دى  دوبى د روغني رنګ نقاشي ده او منى ددرستو ټايلز دى . ستنلي هوروويټز که دښمنان معصوم انه سرګرميانې په کنترول کې ولري  له فصلونو څخه په يې پسرلى او  له ژوند څخه به يې ځواني اخيستې واى . انوره دوبالزاک  د فصلونو له بدلون سره مينه تر هغه ډيره خوشالي لري چې څ وک له پسرلىسره نهيلې مينه ولري . جارج سانتانيا  پر حقيقت له تکې  پرته  قهر هغه پسرلي ته ورته دى چې په وچې او بې اوبو بيديا راشي . جبران خليل جبران يوازې انسانان  د انسانانو شپې و� �ځې  بدلولای شي ، انسانان تل د خوښيو محدودونکى دى  مګر ګوته په شمير کسان چې لکه پسرلي داسې دي . ارنست همينګوې  هيڅ ژمى ابدي نه دى هيڅ پسرلى هم له خپل واره نه تيريږي .    هل بورلند  شيکاګو هغه ښا ر دى چې په پسرلي کې هم د مرغومي هوا لري .   نلسن آلګرن کله چې په پسرلي کې د ګلانو له خواږ ه وږم  څخه سر مسته ياست د هغه د ميوو خوند چې په مني کې پخيږي نه شى څکلای .  سامو يل جانسن ",لنډي پسرلنۍ جملې ( دعيسی ستانکزي ژباړه ) 4247,," ", 4248,," ", 4249,٢٠٠٦- مى-١٥ حسن امين," ٢٠٠٦- مى-١� �   حسن امين ""شوب""  يو سپور ګړندى په مخامخ غونډۍ وخوت چې په ګردونو خړ پړ ؤ، د يو څه ځنډ لپاره د غونډۍ پر سر تم شو او د غونډۍ نه لاندې يې دوه ميله وړاندې يو لوى ښار ته په ځير وکتل چې د ښار مخکنۍ څنډي ورته پوره او وروستنۍ څنډي يې تتي او په وريځو کې پټي ښکاريدي، د سپور ستړيا دا ښوده چې ډير اوږده مزلونه يې کړي، د ښار نه يې سترګې واړولې، او د ښار تر څنګ يې د نيم ميل په اندازه لري يو کلي ته پام وکړ چې کلى ده ته پوره نه ښکاريده، د کلي په ليدو دده په زړه کې خفګان راغى، سترګې يې راډکې شوې، دغه د پوخ عمر خاوند چې تر اوسه پورې پوره مضبوط و خپلې اوښکې يې پاکې کړي او د اس قيضه يې ورو راکش کړه، د غونډۍ نه چې ښکته شو نو اس يې د لوى ښار په لور پونده کړ. د ښار دروازي ته چې کله ور لنډ شو نو په شاوخوا سيمو کې دا چغې خپرې شوې: ""ضمعون راغى!...هغه راورسيد!..."" تر لږ ځنډ دغه خبر د ښار ګوټ ګوټ ته رسيدلى و، اکثره خلک د ښار په دروازه کې راټول وو، ضمعون او اس يې ستړي وؤ مګر ويې نه غوښته چې د ښار په دروازه کې ودريږي نو اراده يې وکړه چې نيغ شاهي ماڼۍ ته ولاړ شي. د خلکو ګڼه ګوڼه ډيره وه، ضمعون پکې لاره وويسته او د څو کوڅو مزل نه وروسته شاهي م اڼۍ ته ورسيد، څو تنه ساتونکي راوړاندې شول، ضمعون د اس نه راښکته شو وې ويل: ""زه غواړم همدا اوس ټولواک سره ووينم"". يو ساتونکي يې د اس جلب ونيوه او وې ويل: ""ته په ميلمستون کې انتظار وکړه، ډوډۍ هم وخوره او جامې دې بدلې کړه، دا ډيري شکيدلي او زړي دي"". ضمعون څه پام وروانه ړاوه او د روانيدو په حالت کې يې وويل: ""مونږ م سکينانو ته د جامو بدلولو ضرورت نشته، وخت مه ضايع کوئ، زه ټولواک سره ګورم"". پاچا د يوې قوې تنې خاوند و، ږيره يې لږه سپينه وه او په زرين تخت ناست و، يو څنګ ته يې يوه پيغله ناسته وه او د طاوس په لويو بڼو يې پاچا ته پکى واهه، او بل څنګ ته يې يو عمر خوړلى سړي چې قد او قامت يې ډير ښه و ناست و، دا لوى وزير ""آزون"" و،او په نور د� �بار کې نور وزيران او درباريان ناست وو. په دې ځنډ کې د ماڼۍ يو ساتونکى راننوت د دربار د ادابو د پرځاى کو� �و نه وروسته يې وويل: "" معزز ټولواکه، د مسکينانو د ډلې نماينده رارسيدلى، غواړي چې ستاسې په مقام کې حاضر � �ي"". ټولو درباريانو ساتونکي ته وکتل، پاچا په حيرانۍ وپوښتل: ""څوک!، ضمعون!؟"" ساتونکى: ""بلي بادا� �ه"". پاچا: ""راېولئ"". ساتونکي د احترام په دود سر ټيټ کړ او ووت، پاچا لوى وزير ته وکتل او وې ويل: ""څه فکر لري چې هغه به څه پيغام راوړى وي؟"" لوى وزير: ""زما فکر هماغه پخوانى فکر دى چې ستاسي په حضور کې مې وړاندې کړى و، دا مسکين خلک چې ونه شړو ته په ارامه پاچاهي نه شي کولى، دوى دې هيڅ کوم کار ته نه پريږدي، باغي او سرکشه خلک دي، زه خو وايم چې دوى ټول قوم ووژنه، خو چې تاسې دا کار مناسب نه ګڼئ نو بيا يې د خپلې پاچاهۍ نه وشړئ"". پاچا لوى وزير""آزون"" ته وکتل او بيا يې سر ټيټ کړ. په دې ځنډ کې ضمعون دربار ته راننوت، دى د دربار د ادابو په مراعت نه پوهيد، پر ځاى د دې چې په حيرانۍ اخواديخوا د دربار سينګار شويو ديوالونو او خلکو ته وګوري په ډاډه زړه لاړ او د پاچا په مخ کې ودريد وې ويل: ""مونږ ستا د ټولواکۍ نه وتل غواړو"". ټولواک په حيرانۍ ورته وکتل، ده فکر کاوه چې دغه مسکين خلک چې يو څه موده مخکې يې ده ته سوال او زارۍ کولې چې مونږ بې پناه خلک د خپلې پاچاهۍ نه مه شړه، نن څنګه وايې چې مونږ ستا د ټولواکۍ نه وتل غواړو!. لوى وزير ""آزون"" چې دا ټوله لوبه جوړه کړي وه، او پاچا يې په دې تير ايستى و چې د دې خلکو په شړلو به ستاسي پاچاهې نوره هم ښه شي، ښاريه او بازاري خلک ستا په قدر ښه پوهيږي، زر يې وويل: ""ضمعونه!، د ټولواک په وړاندې داسې ګستاخي د مرګ سزا لري، ترې بښنه وغواړه"". ضمعون په جرأت سره وويل: ""اى آزونه!، پوهيږي ته چې چيرته ناست يې دا ځاى د چا په وينو جوړ شوى!، ته پوهيږي ته چې څه خورې او عيش پرې کوي د چا د اوښکو او خولو حاصل دى!، او ته په دې هم پوهيږي چې ته خداى ته خپله بده او پليته سا ورکړي نو څوک به دې د ځمکې خاورو ته سپاري!، او خواري به درسره کوي!، دغه سينګار شوي ځايونه، دغه قصرونه او م حلونه او دغه ښار زمونږ د بې وزلو مسکينانو په وينو جوړ شوي، زه دا بحث نه اوږدوم، يواځې دا غواړم ووايم چې مونږ خپل پلرنى کلى تاسو ته کله وسپارو"". پاچا د بې وسۍ په حالت کې په فکرونو کې ډوب و، لوى وزير چې پاچا د ضمعون د خبرو د اثر لاندې وليد، نو زر يې وويل: ""ضمعونه!، دا فکر مه کوه چې ښاغلى ټولواک به ستاسي کلى ستا غوندې د يو سپک سړي نه ستا په لاس اخلي، ټولواک تاسو ته ضرورت نه لري او نه ستاسو دوه ګوتي کلي ته، د ده په خزانو يواځې ستاسو کلى ډکيږي، ځه ورک شه! او د کلي د ټولو اوسيدونکو سره زمونږ د ټولواک د ټولواکۍ نه زر تر زره ووځه!"" پاچا بيرته د لوى وزير د اغيز لاندې راغى، ضمعون په بې وسۍ پاچا ته وکتل او روان شو، درباريانو په ځير ضمعون ته ليدل، خو دى چې کله دروازې ته ورسيد نو پاچا پري غږ وکړ: ""ضمعونه!، تاسو چې زما د پاچاهۍ نه ووځئ نو چيرته به ځئ؟"" ضمعون مخ راواړوه او په غمجنه لهجه يې وويل: ""دا تاسې پورې څه اړه نه لري چې مونږ به چيرته ځو، خو د تير وخت د يو سپاهي په څير دا ځواب درکوم، مونږ مصر ته روان يو، هلته د مصر ټولواک ستا په څير د خدايې دعوه کوي، خو د هغو سيمو په شاوخوا کې د يو قوم يو تن د هغه مخالفت کړى، او د مصر پاچا ته يې دا پيغام ورکړى چې خداى يو دى او زه يې استازى رااستولى يم، او ته بايد زما دين ومني ګني خداى به دې ونه بښي، خو د مصر پاچا دا د ځان لپاره عار ګڼې چې د خپل د يو غلام خبره ومني"". پاچا: ""ته د مصر پاچا ته پناه وروړي؟"" ضمعون: ""نه، زه د خداى استازي ته"". پاچا: ""تا هغه په خپله ليدلى"". ضمعون: ""هو"". پاچا: ""ايا هغه رښتيا هم د خداى استازى دى؟"" ضم عون: ""هو، هغه د حق دين راوړى، هغه داسې دين دى چې پاچا او مسکين په يو کرښه دروي..."" لوى وزير يې خبره په ډي� �ې غوسې ور پري کړه: ""چوپ شه مکاره!، ته اوس په دې هم نه شرميږې چې خپل پاچا ته د خداى په نظر نه ګورې!، وځه! باغي انسانه!"" ضمعون غوښتل څه ووايې خو يو ځل يې پاچا ته وکتل او بيا د دربار نه ووت. الله تعالى د مصر په � �ويه ساره کې د نيل د سمندر تر څنګ د بني اسرايلو په قوم کې يو تن وزيږوه 1[B1] ، د دغه انسان د ماشومتوب دوره الله تعالى د مصر د پاچا فرعون په کور کې تيره کړه، دغه انسان د انسانيت يوه ستره مجسمه وه، د عمر په تيريدو سره چې کله الله تعالى دى د خپل دين د نافذولو لپاره ټاکه او حالاتو ورته يو وهم ور تر زړه کاوه نو فرعون سره به يې � �خړي ورو په ورو زياتيدي، د ځينو واقعاتو په اساس چې موسى(ع) قبطي وواهه او هغه مړ شو، نو فرعون موسى(ع) د قصاص � �پاره ور وغوښت چې يو تن موسى(ع) ته خبر ورکړ: ""فرعون ته غوښتى يې، او غواړي ودي وژني، ښار پريږده او وتښته!"" هماغه وه چې موسى(ع) د ښار نه ووت او د مداين په لور ولاړ، هلته دى د شعيب(ع) سره استوګن شو 2[B2] ، او د شعيب(ع) � �ور سره تر واده وروسته چې ده د لسو کالو د رمې پييلو شرط منلى و، په تر سره کولو يې بوخت شو او د شعيب(ع) رمي يې څ� �ولې. لس کاله وروسته د موسى(ع) دوه بچي شوي وو، مګر د شرط د منلو نه وروسته چې کله اته کاله تير شو نو موس� �(ع) شعيب(ع) ته وويل: ""زه هيله لرم چې که کور ته تللى او بني اسرائيل مې ليدلى واى نو خوښ به وم، مګر دوه کاله بايد نور هم تم شم چې ستاسو مراد در پوره کړم"". شعيب(ع): ""زه به په نيز د هر پسه چې سږ کال به ډيريږي، سر يې سپين او تنه يې توره او بل کال چې سرونه يې تور او تني يې سپيني وي، تا به وبښم"". د الله تعالى رضا وه او هم اغه ؤ چې سږ کال د پسونوسرونه سپين او تني يې توري او په بل کال يې سرونه تور او تني يې سپيني وي، شعيب(ع) وپوهيد چې موسى(ع) په حقه دى او رښتنى پيغمبر دى. پس موسى(ع) د خپلې ښځې او بچو سره د مداين نه د مصر پاچاهۍ ته روان � �و. د سفر په پنځمه شپه چې موسم ښه نه ؤ، بريښناګاني کيدي او خړي وريځي په اسمان خپري وي، موسى(ع) د الله تعالى س� �ه خبرې وشوې او بيا ورته الله تعالى د امسا معجزه وروبښله. مصر ته لا نه و رسيدلى چې موسى(ع) هارون(ع) ته ځواب و� �يږه چې زه د خپل بال بچ سره خپل کور ته در روان يم. هارون(ع) چې کله خبر شو نو خپل د ورور د استقبال لپاره د مصر نه راووت. کله چې سره مخ شول او يو بل يې وپيژندل نو موسى(ع) هارون(ع) ته وويل: ""الله تعالى له ما سره خبري وکړي، او فرعون ته مې ليږدوي، زه يې خپل پيغمبر ګرځولى يم، او ته يې هم راسره شريک کړى يې"". هارون(ع) ترې پوښتنه وکړه: ""الله تعالى تاته د ثبوت لپاره څه درکړي؟"" موسى(ع) ورته خپله امسا وښوده او د امسا صفت يې و� �ته بيان کړ، د هارون(ع) زړه ډاډه شو او بيا مصر ته روان شول. په مصر کې تر ډيره وخته موسى(ع) د دين دعوت کاوه، بني اسرائيل يې تر شا ولاړ وو، مګر قبطيان ورسره مخالف وو، فرعون يې چې کله وويروه نو هغه جادوګران � �اوغوښتل او موسى(ع) ټولو جادوګرانو ته ماتي ورکړه، بيا هم فرعون موسى(ع) ته تن کينښود. ضمعون چې کله د خپ� �و کليوالو سره د ظلم د پاچاهۍ نه راووت نو د مصر په لور روان شول، ضمعون سره خپل ښځه ""شايعه"" او يو زوى ""زُاعا"" هم و، دا قافله او کاروان ورځ په ورځ کميده، لوږي، تندي او بربنډتوب ډير زور کړى و، کله چې دوى مصر ته د ورسيدو نيم ه لار ووهله نو ټول څوارلس تنه پاتي و، د ضمعون زوى هم په دښتو کې سا ورکړي وه، ورځي په اونيو، اونۍ په مياشتو بدلي شوي ، ښځه او خاوند په غمجنه توګه د خپلو کليوالو سره په سفر بوخت وو. د غرمي په سرې ګرمۍ کې دوى د مصر د لوى ښار څنډو ته نارسيده وو، که مخي ته يې په لويو دښتو کې لويې لويې غونډۍ نه وي نو امکان وو چې د ښار په م خکينيو څنډو يې سترګې لګيدلى واى، ناڅاپه څلورو تنو په ضمعون پټکي پيل کړي، يوي يې په غوسه ورته وويل: ""تا له م ونږ سره دوکه کړي!، ته مونږ کوم مصر ته وړي!، ته زمونږ پنا چا ته ور وړي!، چې خپل وطنوال رانه کرکه کوي نو د مصر قوم به مو په سهي ډول ښه راغلاست وکړي؟!، ضمعونه! الله به دې هيڅکله هم ونه بښي، د يونيم سل تنو خون ستا په غاړه پروت دى!"". بل يې هم په غوسه وويل: ""ستا وژل روا دي مګر ناموس دې بي ځايه پاتي کيږي!، مونږ بيرته ګرځو، شايد بيرته تګ مونږ ته د مصر د لوى مزل نه کم ثابت شي، او هلته به د خپل ټولواک د پښو پاکولو ته تيار شو"". بل يې په غمجنه لهجه وويل: ""که هغوئ مونږ پريښوداى نو ولې به دا ټوکې کيدي، خو اوس هلته تګ زمونږ لپاره د مصر د غلامۍ نه ښه دى"". ضمعون تر اوسه سر ځوړند ولاړ و، لومړي تن ور وړاندې شو او يو مضبوط سوک يې په مخ ورکړ او وې ويل: ""ته لا تر اوسه زمونږ په مخ کې ولاړ يې!"" ضمعون په سرو او تودو شګو لږ لرې پريوت او بيا يې د راپورته کيدو هڅ ه ونه کړه او په بې وسۍ يې اسمان ته کتل. دغه څلور تنه بيرته وګرځيدل، اوس وړوکي ډله د لسو تنو نه تشکيل � �وه، ضمعون په غمجنه توګه د ټولو نه مخکې روان و، ښځه يې چې تر اوسه د حُسن او وقار يوه ښکلې مجسمه وه ور وړاندې � �وه او ورته يې وويل: ""تا ويل چې د دې غونډيو نه چې واوړو نو د مصر لوى ښار به مو تر نظره شي"". ضمعون په غمجنه لهجه ورته وويل: ""شايعې، که ما له خپلو کليوالو سره مينه نه لرلى نو ولي به داسې کيداى"". شايعې ورته په ډاډ وويل: ""مګر الله پاک ته خو دې غاړه خلاصه ده، او بله دا چې تا په کوم پيغمبر ايمان راوړى هغه ته ور روان يې، د جهالت نه ځان او قوم رايستل غواړې، د هغه په مذهب کې ځان ور شريکوې، نو طبعاً به دا ستونزې ګالې، زما باداره زه نه غواړم چې تا په انديښنه کې ووينم"". ضمعون ورته وويل: ""شايعې، بيا ما ته بادار ونه وايې، ستا بادار يواځې يو خداى او يو ذات کيداى شي، او هغه هم د موسى(ع) خداى، زه ستا په څير يو انسان يم، او مونږ ټول د هغه لوى ذات بنده ګان يو، شايعې، ته چې د هغه نبې وينا واوري نو دا فکر به درشې چې هغه انسان نه دى هغه به درته يوه معما ښکاره � �ي"". شايعې په معصوميت وويل: ""تا د هغه وينا اوريدلي؟"" ضمعون: ""هو شايعې، هغه هر چا ته وينا کوي، هغه � �ير مهربانه دى، له هغه سره يې تل يو بل ورور هم وي"". شايعه: ""ولې به نه وي ور سره، بختور ورور يې د الله پيغمبر دى"". ضمعون په موسکا وويل: ""نه شايعې، د دې لپاره ور سره وي چې د موسى(ع) ژبه لږه لږه نښلې"". � �ايعه: ""ولي؟"" ضمعون: ""د بني اسرايلو يو تن ما ته وويل چې دى په وړوکي والې کې د مصر د پاچا په کورکې اوسيده، د هغه پرې شک راغى چې دى کله رالوى شي نو له ما نه به پاچاهي ونيسي، او خپله خدايې به اعلان کړي، مګر د مصر د پاچا ښځي دا خبره رد کړه او د مصر پاچا ته يې وويل چې دا يو ماشوم دى، په هيڅ نه پوهيږي خو دوى پريکړه په دې وکړه چې په يو لوښي کې به انګار ږدي، او په بل کې لوښې کې به نقره (سره زر) ږدي، که موسى(ع) انګار اوچت کړ نو دى به يو عادي انسان وي، او هيڅ به نه شي کولى، او که نقره يې اوچته کړه نو دى به ضرور د مصر د پاچا پر خلاف غږ اوچتوي، ک� �ه يې چې دا مواد برابر کړه نو موسى(ع) نقري ته لاس ور وړاندې کاوه چې جبرائل (ع) په بيړه د هغه لاس انګار ته ور سم کړ، هغه انګار اوچت کړ او په خوله کې يې واچوه، نو ځکه يې ژبه وداغل شوه، او اوس يې ژبه لږه لږه بنديږي"". � �ايعې په حيرانۍ دا خبرې واوريدي، او وې ويل: ""په الله سوګند که دا پيښې حقيقت ولرې نو دا رښتينى پيغمبر دى، او پرې ايمان راوړل په مونږ فرض دى، که ما هغه وليد نو زه به يې ضرور لاس ښکلوم"". ضمعون په موسکا وويل: ""په دې کار کې به درته زما د اجازې ضرورت نه وي"". دوى په خپلو کې سره خبرې کولې چې له شانه پرې يو تن غږ وکړ: ""ضمعونه، دا دى د غونډۍ سرته به اوس ورسيږو، که اوس هم د مصر نښې مونږ ته ښکاره نه شوي نو مونږ اتو تنو پريکړه کړي چې بيرته به ګرځو"". ضمعون: ""کلعا تاسو ته ما د مصر لويې نښې د مصر اهرام ښودلي و، زما باور دى چې د دې غونډۍ د سر نه به هغه اهرام ښکار شي"". کلعا: ""هغه رښتيا هم ډير لوي او لوړ دي؟"" ضمعون: ""لږ ځنډ وروسته به يې په خپله ووينئ، خو سترګې به مو باور ونه کړي چې انسان هم دومره لوى ساخت جوړولى شي"". لږ ځنډ وروسته چې دوى کله د زيړو شګو د غونډۍ سرته ورسيدل نو په حيرانۍ يې يو بل ته وويل: ""څومره حيرانونکي دي!، ضمعونه تا رښتيا ويل، ته چې د کوم پيغمبر خبره کوې شايدهغه هم رښتيا وي"". ضمعون او شايعې چې تر اوسه تود لمر لوږې او تندې خراب کړي وو، او په ډير مزل کولو يې پښې شلې شوې وي، د مصر د اهرامو په ليدو يې ستوماني لري شوه، په خپلو وچو شونډو يې ژبې راتي� �ې کړې او په شونډو يې موسکاوې راغلې، ضمعون په ګردجن لاس خپل تندى پاک کړ او تندى يې هم په ګردونو او شګو ککړ � �و. رښتيا چې د مصر  اهرام هر انسان او هر ليدونکې ته دا ورښوده چې انسان د عزم او ميړانې خاوند دى، انسان د فکر او تدبر خاوند دى او انسان هغه څه کولى شي چې څه نه کيدونکي او نه کيدونکي وي، دغه قوت الله تعالى انسان ته وربښلى نو د الله پاک قوت به څومره وي، دغه فکر الله پاک انسان ته وربښلى نو د الله تعالى فکر او تدبر به څومره وي، دغه پراخه ځمکې الله تعالى انسان ته وربښلي نو د الله تعالى ځمکې او کونونه به څومره وي، د ټولو په ځواب کې يوازې انسان ته دا دوه لفظه پاتې کيږې، ""لاپايه او لاسنجشه""، رښتيا چې هماغه واحد ذات دى او رښتيا چې هم اغه پالونکى ذات دى. د مصر لوى ښار دوى ته لږ او ډير ښکاره شوى و، ضمعون چې دوى هيله من وليدل نو د الله پاک د استازي صفات يې ورته بيانول، خو دوى د دې هر څه نه د هغه د امسا نه چې واوريدل نو ډير زيات متاثره شول، او په وار وار يې ويل چې مونږ به يې لاسونه ښکلوو. په غونډۍ راښتل دوى ته سخته وه خو د غونډۍ نه ښکته کيدل ورته ډير اسانه وه، د غونډۍ نه چې ښکته شول نو په لويو دښتو يې بيا سر شو، ګرمۍ او تندي وهلي کسان زنګيدل، او چې يو څه مزل يې نور وکړ نو درې تنه په ګرمو شګو پريوتل يو تن ضمعون را اوچت کړ او تکيه يې ورکړه، کلعا بل ته تکيه ورکړه، خو هغه بل لږ همت وکړ او بيرته پاڅيد يو تن ور وړاندې شو چې تکيه ورکړي خو هغه ايسار کړ او په خپله روان شو، دوى مزل لږ ورو کړى و، په لويو دښتو کې د شين بوټي او د ونو هيڅ سيوري نه ښکاريدل، دغه شاړي سيمې د لمر په شدت ډيرې ګرمې وي. مصر ته د دوى د رسيدو درې ورځې تيرې شوې وي، بيا دوى د بني اسرايلو د قوم سره اړکي ټينګې کړي، هغوئ ورته دعوت ورکړ، کله چې دوى بني اسرايلو ته روان شول،نو شايعه ډيره خوښه وه، له هغې سره درې نورې ښځې هم وي، هغوئ ته يې په موسکا وويل: ""کله چې زه هلته د الله پاک پيغمبر موسى(ع) وګورم نو لاس به يې ښکلوم"". يوې يې ورته وويل: ""تا په هغې ايمان راوړى؟"" شايعي ورته په ډاډه زړه وويل: ""په دې کې هيڅ شک ونه ګورئ"". بلې يې وويل: ""تر دې خو به دې انتظار کړى وى چې بني اسرايل ته رسيدلى وى، بيا به مونږ ټولو پرې ايمان راوړى وى"". شايعه: ""په نيک کار کې غفلت نه وي په کار، او ضمعون ويل چې هر هغه څوک چې انسانيت پيژنې نو د هغه په ليدو به په زړه کې ضرور يو څه احساس کړي، او دا به ووايې چې دى رښيتا چې هم نورو انسانانو سره توپير لري"". درې واړو ښځو په پټه توګه شايعې پورې خندل او يو بل سره يې ګونګسې کولې چې يا خو شايعه ليونۍ شوي او يا ضمعون په خبرو دوکه کړي چې تګ ته ورسره تيا� �ه شي"". او بيا بني اسرايلو ته ورسيدل. کله چې ضمعون او نورو کليوالو يې خپل کلى پريښود نو د قوم د پاچا ډيره موده سعادت، عيش او عشرت په نصيب نه شو، لوى وزير ""آزون"" خو د دغې قوم د پاچاهۍ اميد په زړه کې ساتلى و او په دې پوهيده که دى کومه پلمه جوړه کړي او په پاچا حمله وکړي نو ډير زر به شاوخوا کليوال او قبايلي سيمي بغاوت ته تيارې شي، نو د دې لپاره لوى وزير ""آزون"" د کليوالو خلکو شړل لازمې وګڼل، او هماغه وه چې د پاچا په لاس په يوې خاصي پلمې يې د خپلو سيمو څخه وشړل، د ضمعون دوى په څير يې نورې ډيرې سيمې هم خالي کړي، څه قبايل يې د شام پر لور او څه قبايل يې د ايران پر لور ورسم کړل، او ځينې نور يې په مختلفو لورو وشړل. کله چې لوى وزير قبايلې سيمو نه ډاډه شو نو د وخت په تيريدو يې په ښار کې په پټه توګه خپل رضاکاران راپاڅول او په يوې نوې پلمې يې کار پيل کړ، د لوى وزير د پاچا د يو بل وزير سره چې اُضعا نوميده جوړه نه وه، د دربار نور ټول وزيران د لوى وزير آزون س� �ه لاره نيولې وه او په دغې دسيسې کې ورسره شريک و، لوى وزير آزون نورو وزيرانو ته ډيرې تمې ورکړي وي، نو ځکه خو هغوئ ورسره موافق و، مګر لوى وزير آزون د اُضعا نه ډاډه نه و نو ځکه د هغه له منځه وړل ورته پاتې و، هغه ته يې هم يوه پلمه جوړه کړه، او يو څه موده وروسته يې پاچا ته وويل: ""له دې ځايه شل ميله لرې زمونږ جاسوسانو يو لوى پوځ � �يدلى او د تعقيب نه يې وروسته دا معلومه کړي چې هغوئ زمونږ د ماتولو او د ښار د نيولو لپاره راپاڅيدلې"". پاچا: ""دا څنګه کيداى شې چې هغوئ تر شل ميلو رارسيدلي وي او جاسوسان مونږ ته اوس خبر راکړي؟""  د ښار ناظم چې هم د لوى وزير سره په پلمه کې شريک و، وويل: ""معزز ټولواکه، جاسوسان خو په همدې وځنډيدل چې د هغوئ لارې وڅ اري او په مطلب يې ځان وپوهوي"". پاچا او اُضعا په ژورو سوچونو کې ډوب شول، بيا پاچا وپوښتل: ""د هغوئ شمير به څومره وي؟"" د ښار ناظم: ""جاسوسانو ويل چې زمونږ د پوځ نه تقريباً شپږ چنده زيات دي"". اُضعا په انديښنه وويل: ""دا څه معنى لري چې شپږ چنده زيات دي، مونږ به تر اخري سلګۍ پورې وجنګيږو"". لوى وزير: ""د پاچا ژوند دومره بې ارزښته نه دى چې ستا غوندې د يو تنګ نظري انسان په خبره عمل وکړي، زه ستا مخالفت نه کوم، مګر په داسې ح الاتو کې بايد ډير فکر وکړو، نه دا چې زر او بې مفهومه پريکړه وکړو"".  پاته په دوهمه برخه کي ",پلټنه ( ناول ) 4250,," ", 4251,," ", 4252,,"   بینوا ته دائتلافي ځواکونو له اړخه په راغلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ددغو ځواکونو د ٦٧٠٠٠ زرو امریکايي ډالرو په لگښت دمزارشریف دهوایي ډگر داور وژنې څانگه دگټې اخیستنې لپاره چمتو شوې. خبرپاڼه لیکي دنړیوالې ټولنې له لوري دبلخ و� �ایت ته ٨٠ ملیونه ډالره ددغه ولایت دترانسپورتي سیستم دجوړونې په موخه ځانگړي شوي او دهوایي ډگر داور وژنې همدا پروژه یې لومړۍ ده. ",دمزارشریف دهوایي ډگر داور وژنې څانگه ورغول شوه 4253,,"     بینوا ته دایساف له لوري په راغلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغو ځواکونو دغور پورې اړوندې پي ار ټي د ٦ موټر سایکلو مرسته دیاد شوي ولایت له پولیسو سره کړې دوی وایي مرستې له پولیسو سره لا زیاتې کړي. ",دغور پولیسو ته ایساف موټر سایکل ورکړل. 4254,," پ: ښاغلى ګراس آيا ستاسو په اند دغه جګړه د توجيه وړ ده؟ځ: دغه مسئله يوه سياستپوه په خورا ځيركۍ شنلې او ويلي يې چې كه پرمختللې ټولنه د نيويارك په شان بريد سره مخامخ شوه، بايد په پرمختللې(متمدنانه) بڼه يې ځواب وويل شي او همدا كس د فډرال المان له اوسني مشر يوهانس راو پرته بل څوك نه و.                               & nbsp;                              &nbs; p;     له بهرنيو سرچينو څخه ژباړه: ج. اميد   يادونه: دغه مركه د اكټوبر پر لسمه شوې ده، مګر پكې مطرح شوي مسايل لا اوس هم په زړه پورې او لوستو وړ دي. ګونټر ګراس د (اوسپنيز ډول) په نامه ناول، چې له امله يې د ۱۹۹۹م د ادبياتو جايزه تر� �اسه كړه، ليكوال او د المان په روڼآنده ټولنه كې يو منلى او درنښت وړ شخصيت دى. د نوموړي ليكوال نيوكې جنجال پاروونكې او په زړه پورې دي. وروستى اثر يې (د چونګاښ ګام) نومېږي. پ: ښاغلى ګراس آيا ستاسو په اند دغه جګړه د توجيه وړ ده؟ځ: دغه مسئله يوه سياستپوه په خورا ځيركۍ شنلې او ويلي يې چې كه پرمختللې ټولنه د نيويارك په شان بريد سره مخامخ شوه، بايد په پرم ختللې(متمدنانه) بڼه يې ځواب وويل شي او همدا كس د فډرال المان له اوسني مشر يوهانس راو پرته بل څوك نه و. پ: او نوموړى پوځي بريد څومره متمدنانه دى؟ځ: پوځي بريدونه هېڅكله متمدنانه نه وي، آن كه د خوراكي توكو بستې هم پكې له هوا څخه وغورځول شي. هغه څه چې ملګرو ملتونو د نورو ټولنو په ملاتړ په هغه هيواد كې د بدمرغيو د راكمولو لپا� �ه ترسره كړي، متمدنانه دي، چې د بريدونو له وېرې نور د ډېر وخت لپاره هورې نشي پاتېداى. پ: آن زرغون (Green)  ګوند د يوه محدود پوځي بريد پلوي وكړه او يوازينى هغه ګوند چې مخالفت يې ورسره وكړ PDS (د ختيځ المان د كمونيست ګوند پاتې شونى سوسياليست ګوند) و.ځ: البته PDS ګوند په ډېره سختۍ دې پايلې ته ورسېد، مګر د زرغون ګوند غړو د سمې پرېكړې كولو لپاره يوه رښتينې هڅه وكړه او زه يې ستاينه كوم او له پايلو سره يې موافق يم، كه څه هم ځينې قيد و ش� �طونه هم موجود دي. محدود بريد هغه مهال ممكن و چې د بن لادن پټنځاى په څليرويشتو ساعتونو كې پېژندل كېداى چې دهغه زيات خوځښت او ژر_ژر ځاى بدلول دغه كار ډېر ستونزمنوي. مګر په ناڅاپي ډول د يوه پوځي ځواك كارونه بن لادن ته د تېښتې وخت وركوي او بې ګناه وګړي به موخه وګرځي.پ: آيا د هغه څه(پر افغانستان د امريكا بريد) په اړه چې د شنبې پر مازيګر مو له ټلوېزيون څخه وليدل ناباور او شكمن ياست؟ځ: زه اصلاً له دې وېرېږم چې د نوموړي بريد پايله � �ښتيا هغه څه راونه خېژي چې وړاندوينه يې شوې وه، يعنې په كلونو_كلونو ثابته او اوږده جګړه. د امريكايي حكومت له خوا په كارېدونكو ادبياتو كې د سركښه بيان تر شا يو سركښ بيان په څپو دى چې په هېڅ وجه يې د ملاتړ شونتيا نه � �ته. زما په اند پوځي بريد يو بې پايلې كار دى او ښايي له نهيلۍ سره مخ شي او څرګنده ده چې د نهيلۍ پايله سياسي ناكامي ده. د ملګرو ملتونو څلور افغان ماموران، چې په جګړه كې ښخ شوي ماينونه يې له منځه وړل، اوس د دغسې يوه زيان قربانيان دي. لږ تر لږه د دوى نومونه خو مو زده دي او مرګ ته يې پام وراوښتى، مګر نور وژل شوي خو همدا چانس هم نه لري.پ: مګر ګزارشونه خو يې هر ګړى خپرېږي!ځ: په دې كې هغه كسان نه راځي چې تر دې وړاندې په بمباريو كې وژل � �وي يا اوس له جګړې او بمباريو پرته ژوند له لاسه وركوي. آن تر دې وړاندې چې په اصطلاح غچ اخيستونكي عمليات پيل � �ي، د څلورو ډولو پوځي الوتكو او ځواكونو سره سمول خپله يو داسې كار و چې په دې سيمه كې د ناپوځي وګړو د وژلو لامل وګرځي. په ميليونونو ماشومان، ښځې او بوډاګان د بريدونو له وېرې له خپلو كورونو بېځايه شول. د ناپوځي وګړو وژل كېدو ته پاملرنه نه كول سمه خبره نه ده.پ: تر اوسه خو پوځي بريدونه په ځانګړو سيمو كې روان دي!ځ: موږ په دې اړه څومره خبر يو؟ دغه پوځي عمليات په يوه ډېره خطرناكه سيمه كې ترسره كېږي. كه تاسو پاكستان بې ثباته كړئ، نو هندوستان به په كشمير كې د لاسوهنې له امله ستونزه نوره هم پراخه كړي. ما وړاندې فكر كاوه چې پراخ فكره انسانان به په دې خبره پوهېږي. مثلاً د امريكا د بهرنيو چارو وزير پاول به پوهېږي چې په عراق كې به دغسې بريدونه څنګه يوه تېروتنه وي. د تېرې يكشنبې تر ماښامه لا په همدې اند وم، مګر اوس فكر كوم  له هغوى څخه دغسې تېروتنې بېخې ممكنې دي.پ: دغه پوځي عمليات د ځينو مهمو دلايلو پر بنسټ وشول، لكه پر نيويارك او واشنګټن بريد. آيا د امريكا متحده ايالتونه او ملاتړي يې د جبرانولو حق نه لري؟ځ: د امريكايي وګړو پر وړاندې په دغسې بېسارو او ترهګريزو كړنو � �اس پورې كول بېخې توجيه كېداى نه شي. دا يو ثابت او روښانه شى دى. په هر حال، امريكايي كړنلار بايد تر دې زيات تر نيوكې لاندې راشي. زه د ترهګرۍ له قربانيانو سره همدردي لرم مګر هېڅوك مې پر دې نشي مجبورولاى چې له امريكايي دو� �ت سره يې هم بايد ولرم. د دغو دوو تر منځ توپير شته او له دغې مسئلې سره كه هر حكومت، آن زموږ خپل هغه، مخامخېداى بيا به هم خبره نه بدلېده.پ: ښه! نو تاسو امريكايي حكومت پر څه تورنوئ؟ځ: بن لادن سيا(CIA) سازمان روزلى او پاللى او د همدې سازمان له لارې و چې دى او يو شمېر نور مجاهدين يې په داوطلبانه بڼه د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې وسله والې مبارزې ته وهڅول. او دا د دې لوري يوازينۍ ترسره شوې چاره نه ده، بلكې خپله سيا سازمان يو ترهګ� �يز نيت او موخه لري چې ډېر سياستمداران يې وژلي دي. بايد له دې مسئلې سره آشنا يو او د نورو پر لوري په آسانۍ سره ګوته نه شو نېغولاى.پ: دا خبره پر بل مخ نه اړوي او د دې معنا نه لري چې هغوى ترهګر دي؟ځ: مګر امريكايي دولت د خپل ځاني تصور پر بنسټ نړۍ پر دوو ډلو (خير او شر) وېشلې ده، آن كه شا ته لاړ شو يو مهال امريكا او پخواني شوروي د نړيوالو پوليسو رول لوباوه. هغوى دواړه پر دنيا خپاره شوي وو. خو اوس يوازې يو ځواك پاتې دى، مګر دا يو هم يوازې خپل ځان ته ډېر پام كوي او نورې نړۍ ته لږ. زه دغه ټكي ته آن د خپلو نژدې امريكايي ملګرو او ډېرو هوښيارو وګړو په منځ كې هم متوجه شوى يم. هغوى هر څه ته د يوه نړيوال ځواك له كړكۍ ګوري چې غواړي هر څه يې په واك كې وي. د ډېركيو ام� �يكايانو خوښه ده هر څه يې له علاقې سره سم وي او علاقه يې هم  ډېر ځله اقتصادي ده. خو اوس د هغوى پر ضد د دومره ترهګريزو اعمالو له امله، امريكايي روڼآندو ته دا پوښتنه پيدا شوې چې ولې يې نړۍ له هيواده دومره كركه كوي.پ: تاسو له دې نه وېرېږئ چې د دغسې مسايلو د مطرح كولو له امله به د سياستمدارانو تر داسې يوه ګواښ لاندې راشئ لكه اولريش ويكرت چې پر ډبليو بوش تر نيوكې وروسته ورسره مخ شو؟ځ: پر امريكا د نيوكې له امله يو څوك تورنول بېخې بې معنا او غيرمنطقي ده. زه غواړم د اولريش ويكرت دفاع وكړم، هندۍ ليكواله روى Roy، هغه ښځه ده چې د درېيمې نړۍ له � �يده يې يوه ډېره هوښياره او موشګافانه شننه وكړه، هغوى چې موږ يې په مغرور او ځان غوښتونكې بڼه مخاطبوو. دې مېرمنې بوش له بن لادن سره پرتله كړ او ويكرت يې همدا خبرې نقل كړې او دا يې يو طبيعي حق و. دا تېروتنه ده چې كه چا د ام� �يكايي دولت پر كړنو نيوكه وكړه بايد امريكايي ضد وبلل شي او ټينګ پر سر ووهل شي، دا يوازې يو احمقانه، خندوونكى او رياكارانه كار دى.پ: آيا پر امريكا نيوكه يو دوستانه كار بولئ؟ځ: زه ځان ته د ډېرو امريكايانو او د هغوى د هيواد د خواخوږي په سترګه ګورم او د رښتيني دوستۍ معنا دا ده چې ملګرى تر لاس ونيسې او تېروتنې ته يې پرې نږدې او دا چې ځينې وختونه د تېروتنې د تكرار په مخنيوي كې كومك ورسره وكړې، زما په ګومان دغسې يوه ښكاره نيوكه يو ډول دوستي او وفاداري ده. اوس كه يې تاسو د امريكا ضد وبولئ څه نه شم پكې ويلاى. ښه ده دغه بحث پاى ته ورسوو. كه په خپله، خپله آزادي، په ځانګړې توګه د بيان آزادي محدوده كړو، نو بيا د آزادۍ دفاع نه شو كولاى.پ: آيا � �ازمه نه ده چې په دغسې يوه بحراني حالت كې آزادۍ يو څه محدودي كړو؟ځ: نه، كه مو مازې د خپلو آزادۍ پر محدودولو پيل وكړ د ترهګرو له موخو سره سم كار مو كړى دى. د تصويرونو او كمپيوټرونو له لارې د ترهګرو معرفي كول اصلاً يوه مناسبه لار نه ده. وړاندې همدا موږ په المان كې د راف RAF(د سره پوځ د لږكيو ډله) ترهګرې ډلې د بريدونو په څپو كې له دغې تېروتنې سره مخ شوي يو. مګر د المان د ترهګرو رهبران د خپلو تېروتنو له امله ونيول شول، نه د تصويرونو او كمپيوټري نمونو اخيستنو په مټ. دغسې افراطي اقدامات يوازې پر ځانونو او قانون باندې زموږ د باور نشتوالى څ� �ګندوي او پر دې برسېره، د نوو ترهګريزو بريدونو په څپو كې موږ د نوو بې عدالتيو او نابرابريو د زېږولو په حال كې يو. ډېر انسانان له كوم جرم پرته ونيول شول او هر ګړى د المان له اساسي قانون څخه له سرغړونې سره مخ يو.پ: د ب� �لين په هنرونو اكاډمۍ كې مو د شمالي او سهيلي هيوادونو د كشمكش په اړه ويناوكړه، آيا كېداى شي په دې باره كې يو څه نور هم وږغېږئ؟ځ: دغه ټولې غچ اخيستونكي پايلې ځكه رامنځته شوې چې د ويلي برانټ په شان وګړو خبرو ته پاملرنه ونه شوه په هر حال، هغه صدراعظمۍ ته تر رسېدو وروسته په دغسې چاره كې د وړانديتوب لپاره د شمال_سهيل د كمېسيون م شر وټاكل شو او هغه دوه غوڅ ګزارشونه برابر كړل چې ناليدلي ونيول شول. په نوموړو ګزارشونو كې، برانټ د نړۍ په اړه يوه وړاندوينه او دقيق نظر وړاندې كړى و. ده ليكلي و چې د ختيځ او لوېديځ تر منځ د شخړې تر پاى ته رسېدو وروسته به د شمالي او سهيلي هيوادونو تر منځ كشمكش پيل شي. همدارنګه هغه يوه نوې داخلي كړنلار او اقتصادي نظم پي� �نهاداوه چې هېڅ يو يې پلى نه شو. ده غوښتل چې د درېيمې نړۍ له هيوادونو سره منصفانه چلند وشي، مګر هېڅكله داسې ونه شول. او همدا نه پاملرنه مو د ترهګرۍ پر ډګر لومړنۍ نيمګړتيا ده چې اوس يې تجربه كوو، آن په هغو هيوادونو كې چې ترهګري يې رد كړې، د شتمنو هيوادونو او سرلاري(امريكا) پر ضد خښم مخ پر پراخېدو دى او له نهيلۍ څخه دغه راولاړ شوى خښم، رښتينى او پر حق دى.پ: آيا ويلي برانټ يو هېر شوى هوښيار وړاندويونكى دى؟ځ: سل په سل كې. كله چې يې په لومړي ځل د لومړي وزير په توګه په ملګرو ملتونو كې وينا كوله زه ورسره وم. ده وويل:(لوږه هم جګړه ده) حاض� �ينو يې ډېر هركلى وكړ، مګر د خبرو په بشپړه معنا يې څوك ونه پوهېدل. موږ المانيان هم... پر دغو خبرو هېڅ نه يو پوهېدلي.پ: اوس امريكايان وايي چې له بمباريو سره يوځاى انسان دوستانه مرستې هم كښته خوشي كوي او د دې موخې � �پاره يې ۳۲۰ ميليونه ډالر په پام كې نيولي دي.ځ: ښه ده، مګر دغه مبلغ د هغه څه پر وړاندې چې وړاندې يې وېشلى و هېڅ دى او له بده مرغه هغوى دغه كار ځكه كوي چې د عامه افكارو تر فشار لاندې دي او له همدې وجې ده چې ملګرو ملتونو ته د تر شا پاتو پورونو د وركړې په حال كې دي. دا كار د دې لپاره كوي چې د دويم ځل پوځي عملياتو په ترڅ كې د ملګرو ملتونو ملاتړ ترلاسه كړي. دا ډېره ترخه او پېغور وړ ده. مګر زه د غوره كارونو د ترسره كېدو په هيله يم.پ: د بېلګې په توګه څنګه كارونه؟ځ: هغه څه چې ډېر اړين دي نړيوالتوب ته په پام سره د ويلي برانټ د شمال_سهيل د ګزارش پر بنسټ د اقتصاد جهاني كنفرانس جوړول دي. هغو بهيرونو(د نړيوالتوب پړاو) لومړى سهيلي هيوادونو ته صدمه رسولې ده. كه م وږ دغه موضوع ناليدلې ونيسو، هېڅكله به له ترهګرۍ خلاص نه شو. پوځي اقدامات، جنايي څېړنې او د تصويرونو او كم پيوټري نښو برابرول هېڅكله د تروريست ستونزه نه شي هوارولاى. پ: مګر په ښكاره دغه تروريستان د لوږې او ناوړو ژوندنيو شرايطو پر وړاندې مبارزه نه كوي، بلكې د دوى هڅوونكي سياسي بې عدالتي او د فلسطينيانو ناكامي ده!ځ: د دغو ناكاميو د كچې راټيټول بايد يو غوره چلند وي، تر هغو چې د نورې كركې لامل موجود وي او تر هغو چې دغه خښم، بې عدالتي او تبعيض په ښورښ پاى ته رسېږي هېڅ شى به بدلون ونه مومي. دا په دې معنا ده چې اسراييل بايد خپله د لسګونو كلونو يرغلګره كړنلار پاى ته ورسوي او يوازې د لاندې شوو سيمو خوشي كول بسنه نه كوي، د فلسطيني ځمكو لاندې كول او په مستعمره كې راوستل يو جنايت دى چې نه يوازې بايد ودرول شي، بلكې هر څه بايد پخوا غوندې شي، كه نه، هېڅكله به هورې سوله رامنځته نه شي او اسراييل بايد د دې كار مقدمات سره ترتيب كړي. د سترګې پر سترګو او غاښونه پر غاښونه سياست ادامه يوه داسې كړنلار ده چې خښم او كركه نوره هم زياتوي او په راتلونكي كې نور بې بندو باره بن � �ادنان زېږوي. پ: مګر په ټوليزه توګه په المان كې پر اسراييلو نيوكه منع ده!ځ: انتقاد يا نيوكه نه كول خپله يوه د نيوكې وړ كړنه ده. دا احمقانه ده چې ووايو د افغانستان پر جګړه انتقاد، يو امريكايي ضد عمل دى. پر دې برسې� �ه امريكا د آزادۍ د دفاع مدعي ده او آزادي د بيان له آزادۍ څخه پيلېږي. ",د نړۍ اوسنى بحران او دګونټرګراس ليد 4255,,"  دامریکا پرمختیایي ادا� �ې افغانستان سره ٣،٥ بلیونه ډالره مرسته کړې . بینوا ویبپاڼې ته دامریکا دپرمختیایي ادارې یا USAID له لورې په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دغې ادارې په تیرو څلورو کلونو کې درې نیم بلیونه امریکایي ډالره مرسته کړې. دغه اداره وايي مرستي يې په دغو څانگو کې کړي. ددیموکراسۍ او حکومت جوړونې په سیستم کې: � �١٦،٠٦ ملیونه ډالره  اقتصادي پرمختیا په برخه کې: ٤٧٥،٨٩ ملیونه ډالره  ښوونه او پوهنه: � �٠٨،٩٢ ملیونه ډالره  روغتیا: ٢٤٢ ملیونه ډالره  صنعت: ١،٠٩٣،٠ ملیونه ډالره  کرهڼه: ١٦٤،٥٩ ملیونه ډالره  بدل معشیت پروگرامونو ته: ١٧٥ ملیونه ډالره  ولایتي بیارغونې ډلگیو ته یا PRT : ١٤٤،٤٥ ملیونه ډالره  دپخوانیو جگړه والو په کور کښینولو په اړه: ٢٠،٤٢ ملیونه ډالره مرسته کړې. ",دامریکا پرمختیایي ادارې افغانستان سره ډالره مرسته کړې 4256,,"   بینوا ویبپاڼې ته دائتلافي ځواکونو له لوري په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دغو ځواکونو نن سهار دخوست ولایت دیعقوبیو په و� �سوالۍ کې دالقاعده شبکې په یوه مرکز دعملیاتو په ترڅ کې برید وکړ یو تن یې ترې وواژه او ١٣ نور یې ونیول. خبرپاڼه لیکي چې دوی ته یو لړ معلومات ورکړل شوي وه چې دالقاعده یوه مخکښ په سیمه کې پټ دی کله چې دوی دکو� �ونو تلاشي پیل کړه نو یوه دالقاعده شبکې غړي بورقه په سر کړې وه چې ددوی له لورې په گولیو ووژل شو او نور یې ونیول دغه راز دوی وایي یو لړ وسلې یې هم نیولي.  ",ائتلاف: خوست کې دالقاعده ١ تن مړ او ١٣ نور نیول شوي. 4257,,"   ناپیژاندو وسلوالو نن دفراه و� �ایت دگلستان په ولسوالۍ کې دپولیسو دوه موټره دیوه کمین په برید کې تر ډزو لاندې راوستل او دیاد شوي ولایت دام نیتي چارواکو په وینا ٦ پولیس یې ووژل. ",فراه کې ٦ پولیس په وسلوال برید کې وژل شوي. 4258,,"     دسوریې ولسمشر بشار الاسد نن په دمشق کې دژورنالستانو په اړه جوړه شوې غونډه کې دمنځني ختیځ دوروستي کړکیچ په اړه وینا واوروله. نوموړي وویل:"" که هر څوک سوریه پدې تور گرموي چې له حزب الله سره یې داسرائیلو په وړاندې جگړه مرسته کړې نو سوریه دا تور دځان لپا� �ه دویاړ ځای گڼي"". نوموړي په عربې نړۍ غږ وکړ چې اسرائیل ددوی دښمنان دي سوله ورسره کول ورته په زیان تمامیږي. هغه وویل نړیوالې ټولنې هغه مهال داسرائیلو او حزب الله ترمنځ اور بند اعلان کړ کله چې وپوهیدل نور له اسرائیلو وار تللی او په گونډو شوي.   ",بشارالاسد: دحزب الله ننگه زمونږ ویاړ دی. 4259,," د بي بي سي د يو راپور له مخي په افغانستان كي د ناټو ځواكونو غير پوځي استازى حكمت چتين وايي د افغانستان په ځينو سيمو كي نا اراميو ته په پام سره ناټو غواړي خپله تګلاره بدله كړي.ښاغلي چتين چي په كابل كي يې د خبريالانو پوښتنو ځواب وايه، وويل د افغانستان اوسني حالات نسبت تېرو كلونو ته خراب دي. ده زياته كړه دې ټكي ته په پام سره ناټو غواړي په افغانستان كي خپلي اوسنۍ تګلاري ته بدلون وركړي، خو په دې اړه يې د جزياتو له وركولو ډډه وكړه.له ښاغلي چتين څخه پوښتنه وسوه چي آيا په افغانستان كي د نا امنيو ډېرېدل او د ناټو له خوا خپلي تګلاري ته بدلون وركول به دا معنا و نه لري چي نړيواله ټولنه او ناټو په افغانستان كي ناكامه دي؟ښاغلي چتين يې په ځواب كي وويل دا تګلاري ناكامي نه وې خو ترسره كولو يې ډېرو كارونو ته اړتيا در� �وده.چتين وويل دى فكر كوي په دې اړه بايد ډېر كارونه د افغان دولت له خوا ترسره سوي واى، ځكه ايتلافي ځواكونه او ناټو دا توان نه لري چي د افغانستان ټولو ولسواليو ته ولاړ سي او هلته د ستونزو څېړنه وكړي. ",ناټو: په افغانستان كي خپله تګلاره بدلوو 4260,ژباړه: الهام الله نيازی," ژباړه: الهام الله نيازی داسې ډير له موږ څخه شته چې د کال په اوږدو کې د وخت له تنګۍ او کمښت څخه سرټکوي او وايي چې نه شي کولی هر ورځ د قرآن کريم د يوې سپارې څلورمه برخه تلاوت کړي، په داسې حال کې چې د وخت اداره کول زموږ د دين او کلتور يوه برخه ده. داسې ډير � �ياتونه، حديثونه او نور علمی آثار شته چې موږ د وخت د اهميت او د هغه د غوره ادارې او تنظيم په اړه هڅوي. چې له هغو څخه يو د العصر سوره ده چې الله تعالی په کې وايي ژباړه: ( قسم مې دې وی پر مازديګر چې انسان په تاوان کې دی، م ګر هغه کسان په تاوان کې نه دي څوک چې نيک کارونه کوي او نورو خلکو ته د حق وينا او صبر/ زغم وصيت کوي )، بل د � �سول اکرم صلی الله عليه وسلم حديث شريف دی چې وايي: ( دوه نعمتونه دي چې ډير وګړي په کې پر غفلت او ترې لا پروا دي هغه روغتيا او وخت دي ) او له علمي آثارو څخه د ابن جرير هغه مؤلفات دي چې د خپل ژوند په اوږدو کې يې ليکلي چې هره ورځ يې ( ليک لوست نه ) ۱۴ پاڼې ليکلې دي. په دې مانا که چيرې موږ د ابن جرير مؤلفات چې هغه پر خپل ژوندانه ليکلي د هغه پر عمر و ويشو نو هره ورځ يې۱۴ پاڼې ليکلې دي.   خپلې موضوع ته راګرځو او نوموړې کړنلارې يادوو ت� �څو له موږ سره د وخت په ساتنه او غوره اداره کې مرسته او همکاري ترسره کړي :    1. د وخت غوره اداره د يو سخت او پرلپسې کار مانا نه لري چې په پايله کې يې ستړيا او سختي رامنځ ته شي.  2. وخت بايد د کار، کور، � �وغتيا، نفس او کورنۍ تر مينځ و ويشل شي او هر يو ته يې خپل حق ور کړل شي.  3. وخت د تورې په څير دی که چيرې يې ته غوڅ نه کړې هغه به تاغوڅ کړي.  4. بايد د خپلو ورځنيو، اونيزو، مياشتنيو او کلنيو کارونو او فعاليتونو لپا� �ه مهال ويش ولرئ.  5. ايا پوهيږئ چې د وخت ۷۰ فيصده مو په هغه څه کې تيريږي چې هيڅ ګټه نه لري او...  6. ۱۵ فيصده يې پر ډول او سنګار.  7. بايد خپل کارونو بل ته هم و سپارئ.  8. پر خپلو مهمو او بيړنيو کارونو پيل وکړئ.  9. هر هغه څه ته پاملرنه وکړئ چې له تاسو څخه يې مدير/ منيجر غواړي.  10. له خپلو مستخدمينو سره نيغ په نيغه مرسته وکړئ نه داچې له هغوي څخه کار واخلئ.  11. خپل عام او نه بيړنی کارونه د مهمو او بيړنيو کارونو په پرتله و ځنډوئ.  12. کله چې خپل کارونه تر اخيرنۍ ګړۍ و ځنډوئ نو په دې پوه شئ چې د اور وژنې په سياست کې ژوند تيروئ يا هر هغه چې پوهان يې د يوې ترنګلتيا اداره پر ترنګلتيا نوموي. 13. کله چې د خپل ژوند لپاره پ� �ان و نه لرئ نور وګړي به مو ځان ته راکاږي او تل به د هغوي د موخو او لومړيتوبو په خدمت کې ياست.  14. په ژوند کې د هر هدف  ( آخرت، کورنۍ او دنده ) لپاره خپل وخت پر مناسب نسبت و ويشئ. 15. ستاسې د ژوند اهداف بايد مح دود او د پلې کيدو وړ وي او هم د پلې کيدو لپاره محدود وخت ولري.  16. که چيرې د خپل وخت لپاره پلان و نه لرئ يو ورځ به پښيمانه شئ.  17. د خپل ژوند مهم لس هدفونه و ليکئ او هره شپه مخکې له دې چې بيده شئ د ترسره کيدو په اړه يې سوچ او فکر وکړئ.  18. د ورځنيو کارونو مهال ويش بايد لږ تر لږه اوه دندې ولري، البته په دغو دندو کې بايد فطري نه دندې نه وې شاملې لکه خوراک، څښاک او داسې نور.  19. همدا راز بايد د خپلو فصلي او کلنيو رخصتيو � �پاره مهال ويش ولرئ او زياتره وخت يې په اړه خبرې اترې وکړئ، ځکه نفس راحت ته اړتيا او ليوالتيا لري.  20. خپلې وړتياوې حس او په غوره ډول يې پر کار واچوئ او هم يې د ځواکمنتياو او کمزورتيا نکتې په ډاګه کړئ.  21. د وخت له څلورو برخو څخه تل هڅه وکړئ چې په دوهمه برخه کې واوسئ، مانا دا چې خپل مهم کارونه مخکې له دې چې بيړني شی ترسره کړئ.  22. د ورځې په اوږدو کې خپل اصيل او د استراحت ګړۍ و پيژنئ، اصيلې ګړۍ هغه ګړۍ دي چې نفس او ذهن دواړه په کې فعال او نشيط وي چې د استراحت په ګړيو کې يې نشطات او حرکات کميږي. پر عادي ډول اصيلې ګړۍ د سهار لوم ړنۍ ګړۍ شميرل کيږی چې د ځينو هنر مندانو او اديبانو په آند نوموړې ګړۍ له ماسپښين او ماخوستن وروسته وي.  23. خپل مهم ورځني کارونه په اصيلو ګړيو کې ترسره کړئ نه دا چې پر انټرنيټ او د ورځپاڼو پر لوستلو يې ضايع کړئ.  24. خپل ټول کارونه يا معاينات راټول کړئ، تيت پرک يې مه پريږدئ له يو څخه بل ته په انتقال کې خپل وخت مه ضايع کوئ. د مثال پر ډول له ناآي څخه وروسته د غاښو ډاکټر ته ولاړ شئ.  25. هڅه وکړئ چې حساب وکړئ ترڅو څرنګه خپل وخت تير کړئ اګر که يوه ورځ هم وي. د هر کار لپاره ځانګړی وخت وټاکئ په دې هيله چې پر راتلونکی ژوند مو مثبتې اغيزې ولري.  26. د ژوند پر مهمو برخو ټينګار وکړئ پر جزئياتو يې ځان مه مصروفوئ.  27. له ضايع شوی وخت څخه ګټه پورته کړئ لکه د الوتکې او ډاکټر د انتظار وختونه او له هغه ډاکټر سره معامله مه کوئ چې له مخه يو ځانګړی او محدود وخت نه درکوي.  28. له تيارو جوړو شوو ورځنيو، اونيزو او مياشتنيو مهال ويشونو څخه ګټه پورته کړئ.  29. لويديځوال وايی وخت پيسې دي او عرب وايې وخت له زرو هم قيمت دی.  30. تر ټولو لومړی خپلې محتمله ستونزې حل کړئ او پر هغه څه وخت مه ضايع کوئ چې څه ګټه نه لري.  31. ژوند ډير تنګ دی،  د دښمنيو په زياتولو او ستونزو په راپيدا کولو يې مه تريخوئ.  32. د روغتيا او وخت پر سمون يوه داسې تيردنه چې راحت او سکون ورسره مل وي له دې څخه غوره ده چې پر خپل مخالف بريالي شئ.  33. په تجربه او تدريجي ډول خپل د خوب ګړۍ راکمې کړئ.  34. تر شونې بريده خپلې غونډې لنډې کړئ.  35. پر ډيرو پاڼو، ملفونو او دوسيو خپل ځان مه کړوئ، هر هغه څه ته چې اړتيا لرئ ترتيب او نور اضافه يې له منځه يوسئ.  36. په کار کې د وسواس تر حده د تميز او مثابرت تر مينځ فرق وکړئ.  37. سپارښتنه وکړئ، سپارښتنه وکړئ، سپارښتنه وکړئ.  38. دا زده کړئ چې څرنګه دوه کارونه په ورته وخت کې ترسره کړئ، لکه د بريښنا ليک لوستل او پر تيلفون خبرې کول.  39. هر هغه چا ته چې وخت مو ضايع کوي د (نه) کلمې ويل زده کړئ.  40. خپل دفتر پر داسې ډول ترتيب کړئ، پرته له دې چې له خپلې چوکۍ پورته شئ ټولو اړينو توکو ته لاس بری ولرئ.  41. په زيرمه کې ټول هغه اړين توکي زيرمه کړئ چې د خرابيدو وړ نه وي لکه پاڼې، رنګ او ق� �طاسيه، څومره بده ده چې يوه شپه مارکيت ته د يو بيړنی تقرير د ليکنې لپاره د يوې پاڼې پيرودنې ته وځئ. 42. د انډيوالونو سره د پيژندنو او اړيکو شبکه جوړه کړئ، ترڅو په مشروعي او سمو کړنلارو د کارونو په ترسره کولو کې مرسته وکړي او په بيړنيو حالاتو کې اړين معلومات تر لاسه کړئ.  43. په شرکت کې مو دفتر بايد د تيريدو د لارې په معاکس اړخ کې موقعيت ولري، ځکه تاسې پوليس نه ياست، که چيرې مو دفتر د تيريدو پر لار موقعيت ولري ډير وګړي به در څخه د مختلفو مامورينو د دفترونو پوښتنه وکړي آن تر دې چې د اوبو له ځايه به هم و پوښتل شی.  44. د هر هغه چا لپاره چې د ستاسو زيارت کوی او وخت مو در ضايع کوي ساعت پر هغه ديوال وځړوئ چې تر شامو دی او د هغه نظر پر پريوځي نه دا چې ساعت ځان ته مخامخ و ځړوئ او د هغه پر ځای يې تاسې ګورئ.  45. په دفتر کې داسې پاسته او مخملي فرنيچر مه ځای پر ځای کوئ چې يو زيارت کوونکی په کې د ډير وخت لپاره کښيناستل خوښوي. که مو فکر کړی وی په زياترو هغه هوټ� �ونو کې چيرته چې وګړي ډوډۍ يا يو ګلاس چاي څکښی داسې چوکۍ په کې ځای پر ځای شوی چې له ۱۵ دقيقو ورسته په کې نفر ستړيا حس او پاڅيدو ته اړ کيږي.  46. له هغو وګړو سره سخته رويه وکړئ څوک مو چې وخت در ضايع کوي.  47. هغه څوک چې مو وخت در ضايع کوي د دې پر ځای چې هغه د تاسو زيارت و کړي تاسو يې زيارت وکړئ، ځکه تاسې کولی شئ چې څومره زر وغواړئ هغوي پريښودلی شئ په داسې حال کې چې تاسو له هغوي څخه د پريښودلو غوښتنه نه شي کولی. 48. د دې پر ځای چې خپله دروازه د وګړو پر مخ و تړئ يا هم له چا سره سخته رويه وکړئ داسې اشارې استعمال کړئ ترڅو ټول پوه شي چې تاسو مصروف ياست او د ضايع کيدو لپاره وخت نه لرئ. نږدې ۷۰ فيصده وګړي د ورته اشارو احترام کوي.   49. د وخت څخه د لا زياتې ګټې د پورته کولو پر موخه تر شونی بريده د خپلې دندې سره نږدې و وسيږئ.  50. په پرلپسې ډول پر ټيلفون له ۵ دقيقو څخه زياتې خبرې مه کوئ.    خپله موضوع د غاښو د ډاکټر په وينا پاې ته رسوو چې وايې: ( زيات� �ه ناروغان د خپلو ناروغيو عذرونه د وخت کمې ښايې آن تر دې چې دوي د غاښونو د پاکولو لپاره بشپړ وخت نه لری، د دې سره سره چې له موږ  هر يو هره اونۍ نږدې ۱۲ ګړۍ پر ټولنيزو مناسباتو تيروي. په پاې کې ډاکټر صيب زياتوي  که چيرې وګړي پر مناسب ډول خپل وخت تنظيم کړي نو ډير ډاکټران به اړ شي چې خپل کتنځايونه وتړي. ", د وخت د اداره کولو پنځوس رغنده ګړنلارې 4261,نصرالله خان ژوند,"   \""يا هلکه دېخوا راشه.... د نوو حالاتو نه مې خبرکړه چې څه � �ويدي... اوڅه کېږي.\"" چناري ماما اخبار زما په وړاندې کېښودو.  چناري مامابېخي سبق وئيلى نۀ دى. بې تعليمه دى خو د دنيا د حالاتو نه ځان خبروي. د خبرونو اورېدو شوق يې دومره دى چې هره ورځ تازه اخبار اخلي. او د دوکان په وړاندې چې څوک په تېرېدو وويني نواخـبار ورته د دوکان په شوکيس ويړ کړي. او د دنيا جهان د حالاتو نه ځان خبرکړي. خلک د چناري ماما ددې عادت نه تر پوزې راغلي دي. که څوک راايسار کړي نو هغه هم ورته په ډېره ناښوالۍ يو خبر دوه واوروي او بيا ترې په څه نا څه بهانه پښې سپکې کړي دا ځکه چې چناري ماما ته يواځې خبر اورول نۀ وي. د خبر اورېدو نه وروستو به په اورول شوي خبر د چناري ماما عالمانه، ماهرانه او ښه جوخته جذباتي تبصره هم اورې چې دا د هر چا د وس کار نه دى.  \""راځه دننه راواوړه په چوکۍ کېنه\"" هغه ماته وويل. \"" نه، نه دلته ولاړ ښه يم.... دفتر ته ځم ناوخته کېږي.... وايه کوم قسم خبرونه درته واوروم\""  ما ورته وويل . \"" يره داسې وکړه... چې... د لبنان په بابت خبرونه راته واوروه\""  ما چناري ماما ته  د لبنان په هکله ليکلې شوې غټې غټې سرخۍ واورولې. چناري م اما يو لاس په شوکيس او بل په ټوټه کېښودو.  \"" يره زه دې مسلمانانو باچايانو ته حيران يم چې کوم ځاى کښې هم مسلمانان دي نو امريکې او اسرا‌ئيلو راګېرکړي دي.... دا اوس وګوره کنه لبنان کښې څومره ظلمونه کېږي. خو زمونږ باچايان اډو لاس پښې نۀ خوځوي..... ته ګوره کنه دومره هم نه کوي چې تپوس ترې وکړي. خو دوى به ترې څه تپوس کوي.....!!!  که تپوس يې وکړو نو په سهار له به امريکې د چوکۍ نه راغورځولي وي...... يره ته منې بېګا مې خبرونو کښې چې د لبنان ح الات وکتل نو ژړا راغله. ويل مې چې وروالوځم او يو يو اسرائيلى وچيچم .... کورونه ورله لوټې لوټې کړم.... يره که زه باچا وى کنه..... نو چې کوم ځاى کښې هم نومې مسلمان تکليف کښې واى، ځان به مې وررسولو.... خو څه وکړو...... دغه وس خداى � �اکړى نۀ دى\"". چناري ماما دا او داسې نورې ګيلې مانې د مسلمانانو حاکمانو او مسلمانانو نه وکړې. د هرې ګيلې او خبرې سره به يې د مخ تاثرات بدلېدل رابدلېدل. په دې دوران کښې يې اسراييلو کښې د ځانمرګي بريد کولو هيله هم څ� �ګنده کړه.  ما باندې د دفتر ناوخته و او د چناري ماما تبصره ورو ورو اوږدېدله نو په دې لټه کښې شوم چې په څه خبره ئې تبصره ودروم او خپله مخه ونيسم. هغه هم زما په حالت پوه شه نو خبره يې په خپله رالنډه کړه. \""يه هلکه ښه شوه چې راپه ياد شوه. دا اوسنۍ واقعه به سبا اخبار کښې وي. که نه.....؟\"" \""کومه واقعه؟\"" ما په حيرانتيا پوښتنه وکړه. \"" د خداى بنده ستا د راتلو نه لږه شېبه وړاندې زما د دې دوکان مخې ته يوې رکشې ماشوم ووهلو....\""  \"" ښه څوک و اوحالت ئې څنګه و؟\"" ما ترې په بيړه بيړه وپوښتل. چناري ماما ښه په سړه سينه ځواب راکړ  \"" خداى خبر چې څوک و اوڅنګه به وي.... رکشې واله خو راته وويل راسره کېنه چې اسپتال ته ئې ورسوو خو ځان مې پرې کوڼ کړو، سترګى مې ترې راپټې کړې. ويل مې رکشې واله پوهه شه او ماشوم پوهه شه.... مونږ ځان له د دوکاندارۍ نه نۀ وزګارېږو اوس به لا هغه سره بېل ګرځېدو.....\"" ", خواخوږى (لنډه کيسه) 4262,عبدالرحمن غضری,"   شيخه ستاګومان سم نه دی زموږنغمې دوزخي نه دي له زبوره زيږيدلې ترانې دوزخي نه دي اوردشمعې په سرهم وي خورڼا ته يې ته زهدکړي سرې سکروټې که هرڅه وي پلوشې دوزخي نه دي  په فتواکې محطاط وسه ګمراهان په کفرلمانځه په دې لاره رهي ټولې قافلې دوزخي نه دي ښايې ستاضعيفوسترګودژوندټول البوم ونه کوت  ددې ښکليوتصويرنونندارې دوزخي نه دي ورته ځيرشه چې باوردمعصومتوب دې باندي راشي  زماديارسترګوکې تيري سرې ناغې دوزخي نه دي دجنت انځورچې باسم زماس� �دحوري غيږوي  خدای شاهددی پټ په زړه کې زمااسرې دوزخي نه دي يوجانان ټپوکې ستايې بل يې زړونه ګودروړي  زياتي نوريې زه ضا مين يم پښتنې دوزخي نه دي درقيب سترګوکې خدايزده غضري ولې ازغی شي  ګنې ټول په دې پوهيږو زموږ شملې دوزخي نه دي         ساجرسعودي عرب ",ناغې 4263,," ", 4264,," په بريتانيا کى دافغانستان دخپلواکى دورځى دنمانځلو په مناسبت خبرتيا: دافغانستان دخپلواکى دبيرته اخيستلو ٨٧ مه کاليزه داګست دمياشتى په ١٩مه نيټه په برتانياکى دميشتو افغانانود ټولنى په انګړکى دافغانى کورنيو په ګډون نمانځله کيږى. په دې مراسم وکى چى ددې ورځى په مناسبت به مقالى او شعرونه ولوستل شى دځوانانو ملى اتڼونه،ملى موسيقى اونورى ملى لوبى به نندارې ته وړاندى شى د ټولو ميشتو افغانانواوکورنيواونورو مينه والو څخه هيله کيږى چى يوځاى په دې ملى جشن کى برخه واخلى او د ملى افغانى جاموپه اغوستلوسره لا دامحفل نورهم ښايښته کړى.  وخت: دشنبې ورځ دماپښين څلو� �نيمى بجې داګست دمياشتى ١٩ نيټه ٢٠٠٦ عيسوى کال. ځاى اوپته: لويديز اکټن چرچيل ګاردين دلويديزاکټن ټو� �نيزمرکز.   َAddress: West Acton Community Centre, Churchill Gardens, London W3 0JN Email: saruk@btconnect.com ",بریتانیا مېشتو افغانانو د خپلواکۍ د جشن خبرتیا 4265,"می� �ویس جلالزی"," پيښه د پوليسو په وينا تيره ورځ هغه وخت رامنځ ته شوه چې ښاغي نثار احمد د خپل  كار په لور روان وو. په دي پيښه كې د نوموړي څلور تنه ساتونكي ژوبل شوي هم دي. تر اوسه كوم كس او يا ډلي د دي بريد مسوليت په غاړه نده اخيستي. ",د خاك سفيد ولسوال اود هغه 4تنه ساتونكي ووژل شول 4266,میرویس جلالزی," پرون د غزي دتړانګي  په شمالي برخه كې د فاكس نيوز امريكايي ټلويزيوني چينل دوه خبريالان مخ پټو وسلوالو له ځان سره وړي دي. د دي ټلويزيون مسول وويل چې دوي د هغوي د خلاصون هڅي پيل كړي دي . د فلسطين حماس ډلي د دي دوو خبريانو تښتونه په كلكه رد كړي او په خپلو جنګيالو يې غږ كړي چې كه چيرته دا كار دوي كړي وي نو ژر تر ژر دي دواړه خبريالان آزاد كړي. ",د خبريالانو په وړاندي زور زياتي دوام لري 4267,میرویس جلالزی," طالبانو د ښځو د جامو په اغوستلو پيل وكړ په افغانستان كې د ايتلافي ټلوالي چارواكي وايې پرون يې د خوست ولايت په يعقوبي ولسوالي كې د يو لړ تصفيوي عملياتو په پايله كي دښځو په جامو سمبال يو تن  شكمن طالب چې كيداي شي له القاعدي سره تړاو ولري وژلي او د هغه ۱۳ تنه نور ملګري يې ژوندي نيولي له نيول شويو كسانو پوښتني ګرويژني پيل شوي دي. ",طالبانو د ښځو د جامو په اغوستلو پيل وكړ 4268,میرویس جلالزی," دا ټكي د ايران د انقلابي شورا م� �ر پرون په تهران كي څرګند كړ. هغه وويل كه امريكايان په هر ډول په اسلامي ايران بريد وكړي نو داسرايلو زړه به ايرانيان د منځني واټن په توغنديو وداغي. نومړي وويل اسرايلو خو دلبنان د حزب الله ډلي څخه ماتي وخوړه او حزب الله يوازي د ۷۰كيلومتري واټن په ويشتونكو توغندو اسرايلو ته ماتي وركړه خو كه چيرته په ايران د بريد كوم څه وليدل شي دوي به خپل بالستيك توغندي وكاروي. د ايران د منځني واټن بالستيك توغندي كولاي � �ي په ۲۰۰۰ كيلومتره واټن كي موخه په دقيق ډول په نښه كړي . كارپوهان دا توغندي ډير موثر او د خاص دقت وي� �تونكي توغندي بولي . ",په ايران بريد د زمري په لكۍ د پښې ايښودلو معني لري 4269,میرویس جلالزی," وروسته له هغه چي پرون د عراق په موسل ښار كې د نوم وړي هيواد د ولسمشر جلال طالباني  د ګوند مخي ته درنده چادونه وشوه ځينو سيميزو رسنيو داسي رپوټونه خپاره كړل چې ګواكي ښاغلي طلباني په دي بريد كي ژوبل شوي ده . خو هغه دا  راپورونه نا سم وبلل. په دي چاودنه كي چي د كردانو د سرتاسري ټولني د وداني مخي ته رامنځ ته شوه لږ تر لږه ۹ تنه ووژل شول او څه باندي ۱۴ تنه نور ژوبل شول. ",جلال طالباني : زه نه يم ټپي شوي 4270,میرویس جلالزی," ښاغي اسد ،چې پرون د خپل هيواد د كورنيو خبريالانو په وړاندي را څرګند شو د منځني ختيځ د ټولو ملكي وژل شويو كسانو په وينو يي د اسرايلو لاسونه سره وبلل. د بشار الاسد هيواد او ايران د لبنان حزب الله ډلي په ملاتړ د امريكا او اسرايلو له خواه تورن دي. داسي رپوټونه هم راغلي  چې پكې د حزب الله ډلي ته د سوريه له خواه د وسلو د سپارلو پخلي هم پكې شوي ده ",د سوريه ولسمشر بشارالسد وايي اسرايلو ماتي وخوړه 4271,میرویس جلالزی," د افغانستان د كورنيو چارو وزارت مقامات وايي دا پيښه د پروان په ولايت كې وروسته له هغه رامنځ ته شوه كله چې د ملي پوځيانو يو رينجر ډوله ګړندي ګاډي د دي ولايت په بازار كي د يو ماشوم له وهلو او وژني وروسته غوښتل له سيمي وتښتي. پوليس وايي كله چې دوي د ملي پوځ موټر ته د ودريدو امر وكړ نو پوځيانو پري ډزي وكړي چې په پايله كې يي يو پوليس خپل ژوند له لاسه وركړ. د دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي د پوليس د وژني په اړه بي خبره ده خو د خپلو ۱۱ سرتيرو د نيولو خبر يي د دي موضوع په اړه وركړ. ", ملي پوځيانو پوليس وواژه 4272,میرویس جلالزی," د داي كندي ولايت چارواكي واېې پرون يي  څه باندي ۲۰۰ كيلوګرامه ترياك يي د دي ولايت په مركز كي د نومړي ولايت د والي او پي ار ټي ډلي د استازو  ېه حضور كې سوځولي دي. دا د داي كندي ولايت د جوړيدا را پدي خوا لمړي پيښه ده چې د چارواكو په وينا ترياك سوځول كيږي. ",په نيلي كې ترياك وسوځول شول 4273,میرویس جلالزی," د دي راډيو مالي او تخنيكي لګښت چي په افغانستان كې د انټرنيوز موسسي له خواه وركړ شوي وو تيره اوني نيمه شپه يي وداني ته ناپيژندل شويو كسانو اور ورته كړ. په دي پيښه كې د دي راډيويي استيشن ټول وسايل وسوځيدل.  د محمد اغي ولسوالي اوسيدونكي � �ه مرستندويه ټولنو او دولت څخه غوښتنه كوي چې ژر تر ژر دي د دوي د سيميزي اف ام راډيو ستيشن په جوړونكي ورسره مرسته وكړي  كه نه نو دوي به د نړي او افغانستان د تازه حالاتو سربيره د بشر د حقونو او ډيموكراسي د روان بهير د  پرمختګونو  له اوريدو بي برخي پاتي شې. ",د استقلال راډيو تر اوسه هم ګونګي پاتي ده 4274,میرویس جلالزی," د شمالي اتلانتيك ناتو تړون ملكي استازي په يوه خبري غونډه كي كي وويل چې طالب اورپكي كټ مټ لكه د لبنان د حزب الله ډلي جنګايلي بريدونه تر سره كوي هغه په دي معني چې د ملكي خلكو استوګن ځايو او مقدسو امكانو ته په زور ننوزي او له هغه ځاي څخه په دولتي او سوله ساتي سرتيرو بريدونه كوي. ښاغلي چيتن وايي چي دوي له هر ډول بلواګرو سره د مقابلي پوره توان لري خو بيا هم د دوي كار څه نا څه ستونزمن دي. ",حكمت چيتن:د ناتو جګړه ستونزمنه ده 4275,میرویس جلالزی," د نومړي ښار د امنيه قومانداني جنايي امر علي شاه پكتياوال وايي پرون يي د بت خاكو په سيمه كې د شاتو د مچيو له صندوقونو څخه ۳۰ كړي له لري واټن څخه كنتروليدونكي ماينونه تر لاسه كړي دي .پكتياوال وويل چې دا ماينونه د ۱۵۰ متره څخه له لري واتن نه په ډير � �ساني كنترول كيداي شي او د چاودني پر مهال د چاودني له سيمي څخه څلورو اړخونو ته د ۳۸ مترو په واټن هر څه چي وي له مينځه يي وړاړي شي. د دي ماينونو د ليږدوني په تور دوه تنه نيول شوي هم دي. دا ماينونه په داسي حال كي د پوليسو لاس ته ورځي چې د افغانستان د خپلواكي د ۸۷ كليزي د لمانځني څخه يوازي دري ورځي مخكي په پلازم ينه كابل او نورو لويو ولايتونو  كي سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي. ",په كابل كي له يو بل ناورين څخه مخ نيوي وشو 4276,"می� �رویس جلالزی"," وروسته له هغه چې د كابل د پغمان په ولسوالي كي  د طلوع خصوصي ټلويزيوني چينل دوه خبريالان له يو لاريون څخه د راپور جوړوني پر مهال وټكل شول ، د نومړي ټليويزيون مشر تابه هيت په پارلمان كي د پغمان د خلكو د  استازي او پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سياف پ� �ويان په دي كار كي ښكيل وګڼل  . خو ښاغلي سياف وايې چې د ده پلويانو په دي كار كي لاس نلرل او دا لاريون د همدغه ټلويزيون او بشر د حقونو د خپلواك كميسون د دوو كميسارانو له خوا په لاره اچول شوي وو. ښاغلي سياف وايې چې دي په دي اړه مهم اسناد هم په لاس كې لري او كولاي شې چې هغه خپاره كړي. د قانون له مخې كه كوم كس په چا ادعا وكړي او اسناد حاضر نكړاي شې نو د قانون له مخي څارنوالي ته به وغوښتل شې. ",د طلوع او استاد سياف ننداري پاي نه مومي 4277,میرویس جلالزی,"  د پاكستان د كورنيو چارو وزير آفتاب احمد خان شير پاو وويل دا افغان طالبان يي پرون ورځ ناوخته د بلوچستان ايالت د كويټي په ښار كي له يو روغتون څ خه په داسي حال كي ونيول چي هلته يي اخيستي ټپونه تر درملني لاندي نيول شوي وو. ويل كيږي نيول شوي طا� �بان هغه كسان دي چې له افغان او ايتلافي ځواكونو سره د كندهار ولايت په ورستيو  مخامخ جګړو كي ټپيان شوي وو او په پټه لار كويټي ښار ته رسيدلي وو. له نيول شويو ټپي طالبانو څخه پوښتني پلټني پيل شوي دي. ",پاكستاني چارواكو ۲۹ تنه ټپي طالبان نيولي 4278,," هلمند چې دامهال دافغانستان ترټولو ناارام ولايت دی چې په نژدې ټولو ولسواليو كې يي وسلوالو طالبان په پوره ډول فعاله دي . دهلمنددوالي وياند حاجي محى الدين خان وايي چي ويريږې چي دجشن دمراسمو پرمها� � كومه ناوړه پېښه رامنځته نه شي نوځكه يې سخت امنيتي تدابيرنيولي . له بل لوري داسي ګمان كيږي چي سږكال به دجشن په مراسمو كې ډير خلك گډون ونه كړې چې علت يې دامنيت نشتوالی بلل شوی .   ",په هلمند كې د۸۷ يمې كاليزې لپاره سخت تدابيرنيول شوې 4279,," بینوا ته دملگرو ملتونو دمرستې هیئت ""یوناما"" له لورې په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دغې ادارې نن خپل سیمیز دفتر دزابل په مرکز قلات کې پرانیست دوی وایي ددې دفتر له پرانستنې یې موخه په یاد شوي ولایت کې له چارواکو سره دکارونو دښه والي همغږي کول دي. خبرپاڼه کې افغانستان ته دملگرو ملتونو دسرمنشي استازي ټام کونیکس له خولې ویل شوي:"" د دي دفتر پرانيستل په مستقمه توګه د ځايي وګړو د حمايت لپاره دي او همدارنګه د هغو موسسو او دفترونو د حمايت لپاره دي كوم چې غواړې دي سيمي ته پ� �اختيا وركړي"" يوناما اته سيمه ييز دفترونه لري چي په مزار شريف، كندز، هرات، كندهار، پكتيا، ننګرهار، باميانو او كابل كي موقعيت لري. ",په زابل کې یوناما سیمیز دفتر پرانیست. 4280,," ", 4281,,"   بینوا ته دائتلافي ځواکونو په خب� �پاڼه کې راغلي چې نن سهار دغو ځواکونو په خوست کې په دوو ترورستي اډو پاړو خیل او جیبه برید کړی او په ټس کې یې ٨ ترورستان نیولي. دوی وایي په پاړو خیل کلي کې دعملیاتو په مهال ښځې هم وې چې ددوی له لوري ندي په تکلیف شوي دوی وایي له ترورستانو سره دنیولو په مهال یو لړ چاودیدونکي مواد ول. ",ائتلاف: اته ترورستان مو خوست کې نیولي. 4282,," طالب وياند ډاكټر محمدحنيف د خوست ولايت په يعقوبيو ولسوالي كي د القاعده شبكې د غړو نيول دروغ وګڼل، نوموړي بېنوا ته وويل چي ايتلاف غواړي په خپلو پوچو تبليغاتو افغاني مقاومت كمزورى وښيي. دا په داسي حال كي ده چي ايتلافي ځواكونه له څو ورځو راهيسي په پرله پسې توګه له خوست څخه د القاعده شبكې د غړو د نيولو خبر وركوي. خو د طالبانو له خوا په كلكه ردېږ ي. ",طالبان: ايتلاف غواړي په تبليغاتو مقاومت كمزورى وښيي 4283,عبد الاحد پېغام _ كابل," چې مې دخيال لمبې دحسن تراسمانه رسياوس مې دردونه په نغموكې ترجانانه رسي نن مې دغم په ښاركې اوښكواعتكاف كړى دىچې هريوڅا څكى يې دښكلوترګريوانه رسي كاشكې شبنمه! زه هم ستا په شان دځان قاتل واىچې جنازه دې دګلاب ترزنخد انه رسي ستا دښايست درڼا داسې توپان واخيستمهچې مې لاسونه اوس  دنور تركهكشانه رسي ستړى كاروان ، خونړۍ لاره ، قتل شوى مزلزړګيه وايه !  دا به څنګه ترآرمانه رسي پېغامه ! ګل غوندې خاموشه شه د زړه په كوركېچې فريادونه دې  دعشق ترلامكانه رسي ",داوښكو اعتكاف 4284,,"   نن دپارلمان دغړو تر منخ ددغه تلويزيون دخپرونو پر سر ناندريو هغه مهال زور واخيست کله جې استازې صفيه صديقي دولسي جرګې له مشر يونس قانوني وغوښتل چې ددغه تلويزيون خبريال او کمره مين له تالار څخه ددې لپاره وباسي چې دې ته يې په يوه خپرونه کې په سپکه کتلي. دصديقي تر نيوکې وروسته ګڼ شمير استازو داغلې صديقي د خبرو پخلی وکړ او دطلوع تلويزيون يې دافغاني کلتور او حکومت دښمن وباله خو لا هم ځينو استازو دولسي جرګې دنورو استازو له لوري په طلوع تلويزيون نيوکه سمه نه بلله او دبيان ازادۍ ته داستازو داحترام خبره کو� �ه. ",طلوع تلويزيون دپارلمان دغړو لپاره دجنجال موضوع وه. 4285,," ", 4286,," ", 4287,," ", 4288,," ", 4289,," ", 4290,نعمان دوست," شايد لږه شېبه وړاندې به دغه سر د خوسي له تنې جلا شوى و ، خوسترګې يې هماغه شان پرانيستې وې . څو کسان دقصابۍ هټۍ ته ولاړ و ، قصاب په تيره چاړه دغو ښې ټوټې جلا کولې او سر په پرانيستو سترګو دهر څه ننداره کوله . حيران وم ، ما وې څنګه سر په چوپه خوله ، له ځانه د غوښې دټوټو د جلا کولو تماشا کويخ� �کوته هم په فکر کې وم ، هغوى ټولو لېدل چې سر ورته مړې سترګې ګوري خو دوى په ګېډو لاسونه وهل ...حيران وم ، شيبه وروسته مې يو نااشنا غږ واوريد ، ځانته مې پام شو خالي اسکليت پاتې وم ، څو چاړه په لاس کسان رانه راتاو دي او چړيې زما په هډوکو خولې لګوي . شاو خوا مې وکتل خلک مې تماشا ته چوپه خوله ولاړ دي او په شونډو ژبې راکاږي .نعمان دوست  ١٣٨٥ د زمري ٢٥ مه ، کابل ",دخوسي سر 4291,اتل وردگ,"  پس له دی نه یوه گمنامه افسانه یم لیونی یم له خپل ځانه بیگا نه یم  ته د پاکی مینی شعر او احساس ژبه خو زه وایه کومه نغښتی ترانه یم ؟ ستا دعشق په لاره درومم هیڅ پوه نه یم  مرگ می بولی که ژوندون ته روانه یم ؟ گریوان څیری غم ځپلی پر یشانه  ستا پر تش غولی نن پروت دانه دانه یم  عمر تیر شو بدل نشوم عجیبه ده ! لا تر اوسه ستا دحسن دیوانه یم    کندز/85/4/25  ",غزل 4292,,"   بینوا ته دائتلافي ځواکونو له لوري په � �اغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دغو ځواکونو نن چهارشنبه دکنړ په اسعد اباد کې ٨ سخت دریځي هغه مهال ووژل کله چې پر ائتلافي ځواکونو یې ډزې وکړې ائتلاف وایي ورته کوم زیان ندی رسیدلی.  ",ائتلاف: کنړ کې ٨ سخت دریځي مو وژلي. 4293,"حيات الله ګهيځ","  په پيل کې د لغمان ولايت د پوهنې رئيس پرانيستونکې وينا وکړه او همدارنګه يې د پوهنې دوزير محمد حنيف اتمر پېعام ولوست، په نوموړې پېعام کې د ارواښاد ننګيال د فرهنګي خدمتونو ستاينه او دا وعده شوې وه، چې په � �عمان ولايت کې به د نوموړي په نوم يوه عالي لېسه نوموي. حيات الله ګهيځ دهېواد د وتلي � �اعر خداى بښلي اسحاق ننګيال د مزار جوړېدو کار بشپړ شو. د روان کال د زمري په شلمه نېټه د ارواښاد اسحاق ننګيال او د هغه د مېرمن د قبرونو د جوړېدو مراسم د يوې غونډې په ترڅ کې تر سره شو. د خداى بښلي ننګيال او د هغه د مېرمن د قبرونو لګښت، ډيزاين او جوړښت په اروپا کې د مېشتو فرهنګپالو د بېلابېلو ټولنو پر مټ سرته و� �سېده. په نوموړې غونډه کې په دولتي چارواکو سربېره د هېواد ليکوال او شاعر محمد اسماعيل يون او له جرمني نه راغلي مېلمه نجيب الله احمدزي هم برخه اخېستې وه.  په پيل کې د لغمان ولايت د پوهنې رئيس پرانيستونکې وينا وکړه او همدارنګه يې د پوهنې دوزير محمد حنيف اتمر پېعام ولوست، په نوموړې پېعام کې د ارواښاد ننګيال د ف� �هنګي خدمتونو ستاينه او دا وعده شوې وه، چې په لعمان ولايت کې به د نوموړي په نوم يوه عالي لېسه نوموي. و� �پسې محمد اسماعيل يون د غونډې ګډونوالو ته وينا وکړه او په خپلو خبرو کې يې د داسې شخصيتونو لمانځل يو ښه ګام وګاڼه. د يون پسې له جرمني نه راغلى مېلمه نجيب الله احمدزى و غږېده، نوموړي وويل: ((موږ پلان لرو، چې د ننګيال صيب کتابونه يو ځل بيا چاپ او د هغه د مېنوالو تنده پرې ماته کړو،څه موده وروسته به په جرمني کې د ا� �واښاد ننګيال د فرهنګي خدمتونو په اړه يو نړېوال سيمنار جوړؤ او په همدغه ورځ به دننه په افغانستان کې ارواښاد ننګيال په يوه غونډه لمانځو. )) په اخره کې د خداى بښلي ننګيال زوى ارش ننګيال له ټولو راغلو مېلمنو نه او په اروپا له مېشتو فرهنګپالو ټولنو نه مننه وکړه او کور ودانى يې ورته وويلو. د يادونې وړ ده، چې د هېواد دغه وتلى شاعر، ليکوال او ژورناليست د ١٣٧٧ هجري کال د ثور په اتمه نېټه د پېښور خيبر روغتون کې د زړه د حملې له امله له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې. اروا يې ښاده او پر ګور يې ګلونه.  ", دخداى بښلي ننګيال د مزار جوړېدو کار بشپړ شو 4294,,"   دکورنیو چارو وزارت درسنیو دفتر بینوا ویبپاڼې ته وویل چې نن پنجشنبه یوولس بجې دکندهار ددامان په ولسوالۍ کی دائتلافي ځواکونو په تیریدونکي کاروان ځان وژونکی برید شوی چې له امله یې یو ائتلافي سرتیری ټپي شوی دوی وايي ملکي وگړو ته پکې کوم زیان ندی اوښتی. درسنیو دادفتر دا هم وویل چې ځان وژونکی په کرولا موټر کې وه او کله چې ائتلافي ځواکونو ته نیږدې شو ځان وژونکی برید ترسره کړ پخپله ځان وژونکی له منځه تللی. ",دکندهار په دامان کې ځان وژونکی برید شوی. 4295,,"     دلبنان دپخواني لومړي وزیر رفیق الحریري ځوی او ددغه هیواد دپارلمان غړي سعد الحریري یوې غونډې ته دوینا په مهال وویل چې سوریه لبنان سره له اسرائیلو وروسته بده دښمني لري نوموړي وویل چې دغه هیواد په قانا، غزې او بغداد کې په تویدونکو وینو خپله سوداگري پرمخ وړي نوموړي دغه � �از دسوریې دولسمشر بشار الاسد وروستۍ وینا وغندله او بشار الاسد یې داسې څوک وښود چې له عربانو منکر دی. الحریري وویل دلبنان حکومت لبنان ته عزت او پت دی بل هیڅوک دلبنان پت او عزت نشي په ځای کولای.   ", الحریري: سوریه دقانا،غزې ،بغدادپه وینوسوداگري کوي 4296,,"   نن ولسي جرگې ته څلور خپلواک نومول شوي رئیسان هر یو دافغانستان بانک مشر نور الله دلاوري، دافغاني سرې میاشتې مشره فاطمه گیلاني، لوی څا� �نوال عبدالجبار ثابت او دملي امنیت مشر امر الله صالح دباور درايې داخیستو لپاره وربلل شوي وه لومړی دوی دخپلو کاري پلانونو او دولسي جرگې دغړو دپوښتنو ځوابونو پړوا پر مخ بوته. بیا دولسي جرگې غړو دباور د� �ایې داخیستو پړاو پیل کړ چې له دې سره دسرې میاشتې لپاره نومول شوې فاطمه گیلاني ١٣٩ دتائید رايې واخیستې، دملي امنیت مشر امر الله صالح ١٢٨ دتائید رايې او لوی څارنوال عبدالجبار ثابت دباور رایې واخیستې یوازې دبانک مشر نور الله دلاوري ونه کولای شول چې دباور رایې واخلي نوموړی ١٠٣ رایې واخیستې. ",له څلورو، درې خپلواک رئیسان ولسي جرگې ومنل. 4297,,"   دکورنیو چارو وزارت درسنیو دفتر ویلي چې نن یوه ځان وژونکي دارزگان په مرکز ترینکوټ کې دپولیسو په یوې پوستې ځان وژونکی برید تر سره کړ چې له مله یې ٨ پولیس ټپیان شول. طالب ویاند ددې خبر پخلی کړی او دزیاتې مرگ ژوبلې خبره یې کړې. ",په ارزگان کې ځان وژونکي برید ٨ پولیس ټپي کړل. 4298,,"   دبې پولې خبریالانو پاریس م یشتې ټولنې افغان ولسمشر حامد کرزي ته یو سر خلاصی لیک استولی او پدغه هیواد کې دبیان ازادۍ ته دحکومتي چارواکو دښې پاملرنې غوښتنه شوې. دا لیک چې بینوا هم ترلاسه کړی پکې ددې ټولنې دمشر روبرت مینارد له لورې ولسمشر ته پدې وروستیو کې دځینو خبریالانو او په طلوع تلویزیون دولسي جرگې دپرونیو نیوکو یادونه شوې نوموړي ویلي دا ټو� �نه په افغانستان کې دبیان دازادۍ دنه خوندي کیدو په اړه اندیښمنه ده. کمال سادات په خوست کې دبي بي سي � �اډیو خبریال دورکیدو خبره په لیک کې را اخبستل شوې او دغه راز دعبدالقدوس نومي دسولې راډیو دبل خبریال چې اوه میاشتې زنداني وه دبندي کیدو خبره ولسمشر ته یاده شوې. په لیک کې ولسمشر ته دا هم لیکل شوي چې په طلوع ت� �ویزیون دعبدالرب الرسول سیاف نیوکه دبیان دازادۍ په وړاندې ضربه گڼل کیږي داگست په ١١ لوگر کې داستقلال دا � �اډیو سوځول چې ٥٠٠٠٠ ډالره ورته تاوان اړول شوی هم دزغملو وړ ندي. په پای کې له ولسمشر کرزي غوښتل شوي چې دبیان دازادۍ په اړه دې ډېر کوښښ وکړي ملاتړ دې وکړي پرینږدي چې دغه ازادۍ له منځه لاړه شي.     ",د بې پولې خبریالانو ټولنې ولسمشر ته لیک استولی. 4299,," د بي بي سي د يو راپور له مخي حاجي عمر چي په جنوبي وزيرستان كي د طالبانو مشري پرغاړه لري، ويلي يې دي چي هغوى نور له پاكستاني دولت سره د يوه قرارداد له مخي د دغه هيواد له حكومت سره جنګ نه كوي، خو د خارجيانو په وړاندي به په افغانستان كي خپل جهاد ته دوام وركوي. حاجي عمر د بي بي سي د پښتو څ انګي له يوه خبريال سره په مركه كي ويلي تر هغه وخته چي باندني ځواكونه (آيساف او نړيوال ايتلاف) په افغانستان كي وي دوى به د هغوى په وړاندي خپل جهاد ته دوام وركوي. نوموړي د دې خبري پخلى كړى چي جنګيالي يې په افغانستان كي د طالبانو ترڅنګ د بهرنيانو په وړاندي جنګېږي. حاجي عمر د خپلو خبرو په يوه برخه كي وويل كه امريكا، برېتانيا او پاكستان د دوى په وړاندي سره متحد دي، د قبايلي سيمو طالبان هم له هغه كسانو سره چي په افغانستان كي جهاد كوي يو ځاى سوي دي. ده وويل څوك چي له دوى سره جنګېږي دوى به له هغوى سره جنګېږي. حاجي عمر په ۲۰۰۴ م كال كي وروسته له هغه د پاكستاني طالبانو مشري پر غاړه واخيسته چي مشر يې نيك محمد د ايتلافي ځواكونو له خوا ووژل سو. ده دا خب� �ه هم وكړه چي پاكستان نه غواړي پاكستاني جنګيالي په افغانستان كي وجنګېږي، د نوموړي په وينا دوى د پاكستاني حكومت په غوښتنو عمل نه كوي، ده وويل چي دوى به د اسلام او شريعت پر بنسټ په هر هيواد كي چي وغواړي هلته به وجنګېږي. ",د وزيرستان طالبان: موږ په افغانستان كي جهاد كوو 4300,غمخور," دروزگان مهالنۍ خپ� �ونه Mothly News in Ruzgan",په سويډن کي ( روزگان) لومړۍ گڼه له چاپ نه راووتل 4301,," غونډي ته پرانيستونكې وينا كي سيدحبيب الله روحاني په يوه ادبي ټغر د بېلا بېلو ټولنو او فكرونو د څښتنانو پر راټولېدو خوښي وښوده او د دې غونډي خوند او رنګ يې لا دا وښود چي د كندهار تكړه شاعر او ليكوال عزت الله پېژاند وروسته له ډېر وخته له كابله راغلى و او د بهير په غونډه كي يې ګډون كړى و. د روهي ادبي بهير ۲۱مه غونډه د روان كال د زمري پر ۲۷ مه د پنجشنبې د ماځيګر پر پنځه نيمي بجې د كندهار ښار په مدني ټولنه كي جوړه شوه.غونډي ته پ� �انيستونكې وينا كي سيدحبيب الله روحاني په يوه ادبي ټغر د بېلا بېلو ټولنو او فكرونو د څښتنانو پر راټولېدو خوښي وښوده او د دې غونډي خوند او رنګ يې لا دا وښود چي د كندهار تكړه شاعر او ليكوال عزت الله پېژاند وروسته له ډېر وخته له كابله راغلى و او د بهير په غونډه كي يې ګډون كړى و.وروسته د مشاعرې په برخه كي د ۶۹ تنو ګډونوالو له منځه ۴۳ تنو شاعرانو شعرونه وويل او د ترنم زمزمې يې خپرې كړې.وروسته د غونډي مېلمه عزت الله پېژاند وروسته له ډېره وخته د خپلو ادبي يارانو پر ليدنه خوښي وكړه، ورپسې يې وويل: دى چي څو كاله مخكي د كندهار د بهير غونډو ته راتلى او بيا چي اوس راغئ نو ستر بدلون يې پكي وليد ځكه يو خو يې نوي ځوانان وليدل چي د راتلونكي پرمختګ لپا� �ه يې ډېري هيلي ورته پيدا شوې او بل يې وويل چي ده د اكثرو په شعرونو كي د وخت چاپېريال انځور وليد او دا يې په ادبياتو كي يوه قوي ځانګړنه وبلله، ده وويل چي كه خپل ادبيات وګورو نو نن موږ خوشال بابا ځكه نشو پيدا كولاى چي هغه د خپل مهال او چاپېريال انځورونه وړاندي كړي دي، ده زياته كړه چي په ادب كي د وخت او چاپېريال يادوونه ۹۹% نوې خبره ده او كه داسي وشي نو غوره ادبيات به مو رامنځته كړي وي ځكه ادبيات نوي څه غواړي نه زړې او سوليدلي خبري.ښاغلي پېژاند همدارنګه له باندني ادب څخه د بېلګي په توګه د يوه انګرېزي د ۱۸مي پېړۍ ناول ليكوال يادونه وكړه (چي نوم يې هغه شېبه له ذهنه ووتى) چي هغه هم د خپل مهال قوي انځورونه په خپلو ليكنو كي راوړل په خپل مهال كي خلګو نه خوښاوه، خو د هغه تر مړېني وروسته چي وڅېړل شو نو د وخت انځورونه د هغه په ليكنو كي د هغه لويه ځانګړنه وبلل شوه او هغه د انګرېزي ادب د ډېرو قوي ليكوالو په منځ كي زيات ځلېدونكى هغه وپېژندل شو.ښاغلي پېژاند وويل چي نن ده (له مسجد څخه دودونه پورته كېدل، قرآن په وينو سو او افغانستان په وينو سور) وليد چي دا يې د راتلونكو برياوو لپاره د هيلي خبره وبلله.ښاغلي پېژاند روهي ادبي بهير يو بريالى بهير و ارزاوه او دا هي� �ه يې وښوده چي دا يوازي د كندهار په كچه پاته نه شي بلكي د افغانستان په كچه وپېژندل شي. ده دا هيله وښوده كه دغسي مينه او خلوص وي نو همداسي به كېږي.ده همدارنګه د ګزارش پر ځاى د راپور كارول سم وبلل ځكه يو خو يې ګزارش زموږ د ژبي و نه باله او بل يې راپور د انګرېزي ژبي مفغن بڼه وبلله او بل يې اسانه او لنډ وباله، ده په ليكنو كي د لنډون پر ارزښت هم ټينګار وكړ او د يوه ليكوال خبره يې ياده كړه چي تاسو په ليكنو كي د پيسو غوندي له سپما څخه كار واخلئ.ښاغلي پېژاند د عطاءالله تاج ليكني ته په اشارې سره وويل چي ده په زړورتيا سره د ټولني د ځينوترخو واقعيتونو څخه پرده پورته كړې وه، چي بايد موږ ټول دا كړۍ نوري ماتي كړو او رښتيا ووايو. ده همدارنګه په نشتو امكاناتو د فضل احمد انيس پر ډرامايي او طنزي كارو آفرين ووايه او دى يې بريالى وباله.ورپسې د غونډي مشر، ځوان ليكوال او شاعر عبدالنافع ثنا دا خپل وياړ وباله چي د نن په غونډه كي د مشرتوب چوكۍ وركول شوه، او  د بهير پر شتون يې ځكه خوښي وښوده چي دا يو ډېر نېك د يووالي بهير دى، بېلا بېلي ټولني پكي راټولي دي او خپلي تجربې سره ګډوي.ده زياته كړه چي په دې توګه موږ نه يوازي دا چي يو د بل په كارو خبرېږو بلكي يو بل تشوقيږو او د رات� �ونكو كارو لپاره ښه پلانونه جوړولاى شو. ده ځكه دا يو بشپړ بهير وباله چي زاړه او ځوانان ورته راځي، ښه يې لا دا چي د ټولو نظرونه منل كېږي.ښاغلي ثنا د عطاءالله تاج د ليكني په اړه وويل چي ده خو موږ افغانان سخت ټكولي وو خو دى كېداى شي په نوره دنيا خبر نه وي، ده د اېرانيانو د ښه والي خبره كړې وه، خو څومره چي ښاغلي ثنا په وينا دى اېرانيان پېژني نو هغوى ډېر دروغجن خلګ دي، بل دا چي موږ د لواطت د نامه يوازي په يادولو سخت شرمېږو، خو تاسو كه اروپا ته وګورئ هلته د نر او نر واده په ځينو هيوادو كي قانوني بڼه لري، په نورو هيوادو كي كه قانوني بڼه ونل� �ي نو پردغسي اړيكو بنديز نشته او هلته دا همجنسبازي يوه عامه خبره ده.ده د شعر ترڅنګ په څېړنه هم ډېر ټينګار وكړ او ويې ويل چي موږ بايد څېړنه او مطالعه وكړ، نوري نړۍ خپل ارزښتونه په نړۍ پېژندلي خو موږ يې خپله هم نه پېژنو، ده وويل كله چي دى په ګوګل كي د علامه اقبال نوم وليكي نو بې شمېره ويبپاڼي ورته پرانيستل شي خو د خوشال بابا په اړه به په انټرنيټ كي ډېر لږ مالومات وموندل شي، ښاغلي ثنا وويل چي بايد خپل ارزښتونه نه يوازي په پښتو بلكي په نورو ژبو هم نړۍ ته ور وپېژنو، د بهير غونډه د شپې پر اته نيمي بجې پاى ته ورسېده.               ",د روهي بهير ۲۱مه اونيزه غونډه جوړه شوه 4302,," ", 4303,," ", 4304,," ", 4305,," ", 4306,," طالب وياند ډاكټر محمدحنيف بېنوا ته وويل، د لغمان ولايت د عليشنګ ولسوالۍ په قلا بازار كي يې د امريكايي عسكرو پر كاروان بريد كړى دى چي له امله يې د امريكايي عسكرو ۲ موټره ويجاړ سوي دي، نوموړي مخالف لوري ته د اوښتي ځاني زيان څخه ځان ناخبره وښاوه خو زياته يې كړه چي جګړه اوس هم روانه ده او په ترڅ كي يې يو طالب خپل ژوند له لاسه وركړى د� �.ده په همدغه سيمه كي نن ورځ د ۸ تنو دولتي پوځيانو د نيولو ادعا هم وكړه چي د نوموړي په وينا وروسته يې د قومي سپين ږيرو په غوښتنه خوشي كړل.خو د طالبانو د دې ادعا په اړه تر اوسه دولتي چارواكو كوم غبرګون نه دى ښوولى. ",طالبان: د عليشنګ ولسوالۍ په قلا بازار كي جګړه روانه ده 4307,," د كندهار والي اسدالله خالد نن د ولايت په مقام كي يوې خبري غونډي ته وويل د پاكستان له خوا راسپارل سوي افغانان ټول ملكي كسان وه.دغه ۵۷ تنه افغانان چي څو اونۍ وړاندي په پاكستان كي نيول سوي وه او وروسته يې پاكستان افغان چارواكو ته د سپارلو ادعا كړې وه، په پيل كي افغان چارواكو د پاكستان له خوا د دغو كسانو سپارل تشه اوازه ګڼلې وه، خو نن د كندهار والي اسدا� �له خالد د هغو كسانو د خوشي كېدو پر وخت وويل څېړنو وښودل چي دوى ټول عام افغانان وه چي پاكستان ته د خپلو � �خصي كارونو د ترسره كولو لپاره تللي وه او ډېره برخه يې د افغانستان د شمال ولايتونو اوسېدونكي وه.اسدالله خالد وويل پاكستاني چارواكو تېره ورځ هم ۳۳ تنه بنديان راسپارلي دي چي ګومان كېږي ډېرى به يې طالبان وي. د يادوني وړ ده تېره اونۍ پاكستاني پوليسو  د كويټي ښار له ځينو روغتونونو څخه ډېرى كسان چي هلته تر درملني � �اندي وه، په دې تور ونيول چي دوى طالبان دي او ګومان كېږي د كندهار، هلمند او اروزګان په جګړو كي يې برخه اخيستې ده او هلته ټپيان سوي دي. ",د كندهار والي: پاكستان ټول ملكي كسان راسپارلي وه 4308,," تېره شپه په كراچي او حيدرآباد كي د موسمي بارانونو له امله ۲۵ تنه مړه سوي دي، د جمعې په ورځ په دواړو ښارونو كي دولت رخصتي اعلان كړې وه، ك� �اچي او حيدرآباد ته د الوتكو پروازونه بند سوي او له نوروځايونو څخه ورتلونكي موټران له ښارونو څخه دباندي درول سوي دي.كراچي دوې اونۍ وړاندي هم له موسمي بارانو څخه زيانمن سوى وو، خو د جمعې د شپې باران د كراچي ښار د برېښنا، ټلېفون او ټرانسپورټ سيستم ټول ګډ وډ كړ. ",په كراچي كي د باران له امله ۲۵ تنه مړه سوي دي 4309,," ", 4310,," ", 4311,," ", 4312,," ", 4313,," ", 4314,," ", 4315,," ", 4316,," ", 4317,," ", 4318,سراج الحق ببرکزﺉ ځدراڼ - جرمني,"    د دِنهاګ نړيواله  محکمه  International Court of Justice , ICJ   د ١٩٤٦ کال د اپريل د مياشتې په  ١٨ نيټه  نړيوالې  محکمې خپله لومړنۍ ناسته د هالند په دن هاګ  ښارکې  وکړه . د نړيوالې محکمي اصول او صلاحيتونه  د ملګرو ملتو په منشور کي تصويب او ټاکل شوي دۍ . نړيواله محکمه ١٥ قاضيان لري چې دوۍ د مختلفو هيوادونو تابعيت لري . دغه قاضيان د م .م . دملي اسمبلۍ او امنيت شورا له خوا  د پنځه کالو لپاره ټاکل کيږي . د قاضيانو په ټاکلو کي بايدله جغرافيايې پلوه د نړۍ پنځه سيمې  په پام کې ونيول شي . هر دري کاله دريمه برخه قاضيان نوي ټاکل کيږي . � �ضيان د دعوې  او پريکړې پرمهال د خپل هيواد استازيتوب نه شي کولۍ .  دوی بايد ناپېي� �ي او بې پرې پرېکړه وکړي . نړيواله محکمه د م� �ګرو ملتو يوه مهمه برخه ده . د م م د قانون تطبيقولو او قضائيه اور ګان  بلل کيږې . نړيوالي محکمي ته يواځي دولتونه يا حکومتونه  دعوه او يا عارض کېداۍ شي . دغو هيوادونو بايد د م م منشور  په � �سميت پيژندلي وي . د دوو هيوادونو  په شخړه کې  م م  نړيواله محکمه تر تولو لوړ پوړي اورګان دی  . د م م ټول غړي هيوادونه کولي شي په نړيوالي محکمه کې اپيل وکړي .   د نړيوالي محکمي دندې: الف   . د دوو هيوادونو په کړکيچونو او شخړو کي منځګړتوب کولای شي ، په دې شرط چې دواړه هيوادونه   د م م  دمنځګړتوب غوښتنه وکړي . ب  .   م م کولي شي په يوه پيژندل شوې جګړه کې د جنګې جرايمو په اړه څيړنه اوپلټنه  وکړي  . له  ١٩٩٣ کال نه راهيسې  د جنګې جرايمو برخي ته يوه ځانګړي محکمه  ،، د نړيوالوجرايمو محکمه ،، په نوم جوړه شوي ده  چې ټول جنګي جرايم په کې وړاندي کيږې . د بيلګې په توګه له ١٩٩١ کال نه را پد يخوا  د پخواني يوګوسلاويا په جګړه  کي د جنګي جرايمو ترسره کيد نه . په ١٩٩٤ کال کې د افريقې په روانډا کې  ډله ايزي وژنې يا ولسي عامي وژني په اړه د روانډا  تريبونال څخه يادونه کولۍ  � �و. په ١٩٩٤ کال کې د ليبيا او چاد هيوادونو ترمنځه د کلونو کلونو سرحدي شخړه په د ن هاګ کې هواره کړل شوه  . په ٢٠٠٤ کال کې  اسرائيلو  په  فلسطيني خاوره کې ديوال تېرولو ، چې بيا دغه ديوال  د نړيوالو منلو شويو  قوانينو پر بنسټ  د نړيوا� �ي محکمي له خوا  غير قانوني اعلان کړل شو . د  دغي فيصلې اج� �اء او عملې کولو ته د م م امنيت شورا په اکثريت کې پريکړي ته اړه شته . دا کار ناشوني دی ځکه امريکا او د اسرائي� �و متحدين په امنيت شورا کي لاس بري دي . نړيوالې م حکمې په دې  ورستيو ٦٠  کالو کې ١٠٠ فيصلې او ٢٥ مسلکي حقوقي نظريې ورکړې  دي .   د نړيوالو جګړيزو جرايمو محکمه  International Criminal Court ,ICC           په ١٩٩٨ کال د جولاي مياشتي په ١٧ نيټه د ايټاليې په پ� �ازمېنه کې د ١٢٠ مثبتو ، ٧ منفې ،  د  ٢١ ممتنع رائيو په کارولو سره  د م م له خوا  جوړ شوي  د دولتونو کانفرانس کې دغې نړيوالې  محکمې ته  رائي وکړل شوي . د  ٢٠٠٢ کال د جوﻻی په لومړۍ نيټه د يوې  لويې غونډي په لړ کې ١٨ قاضيانو خپل کار پيل کړ .  دغه  نړيوال تړون په پيل کې  د ١٠٠ دولتونو له خوا ﻻسليک شو  . کوفي عنان  ويل  : ( موږ هيله من يو چې دغه محکمه متهمينو ته په سزا ورکولو هغه ق� �بانيانو ته ، هغو پاتي شويو ته ، هغۍ متضررې  ټولنې ته يوه  تسلي او يا  د  دزړه صبر شې . موږ هيله کوو چې په راتلونکي کې جګړيزه مجرمين وډار کړو، هغه ورځ به  رانږدي کړو چې هيڅ يو واکمن، هيڅ يو دولت ، هيچ يوه ډله ، هيڅ يو پوځ  په نړۍ کې د بشري حقوقو تر پښو لاندې کولو سره بې سزا پاتي نه شي) . ولې  حکومتونو پريکړه وکړه چې يوه نړيواله جګړيزه محکمه جوړه شي او دغه محکمه د نورو محاکمو  څخه توپيرلري ؟ د ١٩٤٥ کال د نوامبر په مياشت کې د دويمي نړيوالي جګړي له  پاۍ ته رسېدو نه شپږ مياشتي  ورسته د جګړي ګټونکو يعني متحد ينو ٢٢ جګ پوړي نازي جرمنيان يې د نوررنبرګ محکمې ته ودرول ،  چې په دغو جرمونو  متهم و.  و� �سي عامه  نسل وژنې ، د بشريت پرضد جنايات ، د يرغليزه جګړي پيل . دا محکمه هماغه وخت تر پوښتني لاندي وه . له يوي خوا دغه جرمونه په هغه وخت کې د قانون په مادو کې  د جزا لاندې نه و، له بلې خوا دغه محکمه د جګړې ګټونکيو يعني متحد ينو له خوا جوړ شوې  وه ،  چې بې پرې او ناپيلي محکمه نه بلل کېده .  د دويمې نړيوالې جګړې او د نوررنبرګ ، توکيو پوځې تريبونال محاکمو څخه ورسته  د م م ملي اسمبلي دا اړينه وبلله  چې يوه خپلواکه او ناپيلي نړيواله محکمه رامنځته کړي .  په دي وروستيو شلو ، ديرشو کلونو کې د نړۍ په ډيرو برخو کې ولسي عامه وژنې ، نسل وژنه ، توکميزه پاکونه ، جنسي تيري ، جنسي جرايم او د دغي جرمونو متهمين ، مجرمين او مسوولين محکمې ته بايد ودرول شي . د نړيوالو جرايمو محکمي دندې ١. ډير ناوړه  زړه بوګنونکي  جنايات ، ولسي عامې وژنې يا ډليزې  وژنې . ٢. د بشريت پر ضد جنايا ت . ٣. د يرغليزه جګړې  پيلولو په اړه خپل حکم صادرول .  د دغوجرمونو مسوول کسان د خپلو جرمونو لپا� �ه  نړيوالې محکمه ته بايد ودرول  شي . دغه محکمه له  م م سره د همکاري تړون او ډيری نږدي اړيکي لري  . دغه محکمه د م م جنګي جرايمو تريبونال د پخواني يوګوسلاويا  نړيواله محکمه او د روانډا نړيوالو جزايي محکمي سره توپير لري . ځکه دغه محاکم د م م له خوا د مخصوصو  قضيو او محدود وخت لپاره جوړ شوي وو . پس له دې  د جګړې مسوؤلين اوهغه خلک چې ولسي خلک د خپلي سيمي نه کډواليو ته مجبوروي ، دغه کسان يا مجرمين د خپل هيواد د ملي استقلاليت ترچتر ﻻندي له جزا څخه نه شي خلاصيدی . د جګړې مجرمين په هيڅ ځای کې مصؤن او � �ادمن ځان نشي احساسولای .  پس له دې به د جګړې مجرمين دوه واري فکر وکړي چې خپل پلانونه عملي کړي اوکه نه ؟ په دې بايد وپوهيږي چې د حساب ورځ شته اود  خپلو جرمونو لپاره به خپله مجرم شخصآ محکمې ته دريږي  .  ولو که ولس او يا د حکومت مشر يا د  ولسي جرګې غړي  هم وي . همدا اوس په دن  ها ګ کې د اته  بوسنيايي او سربې جنراﻻن  چې يوولس کاله مخکې په جګړيزو جرمونو باندي متهم وو، نړيوالې محکمي ته ودرول شوي دي ، چې دا لړي دوام لري .  دغه د نړۍ محکمه بايد چي په نړی کې د ترسره شويو جنګي جرايمو لټون وکړي  . د عراق دکتاتور صدام حسين په دغه محکمه کې محاکمه کيدای شي . امريکايان نه غواړي چي صدام په نړيواله محکمه کې محاکمه شې ، له يو خوا  دوی غواړي چې د  دغي محکمي   ډاي� �کټران په خپله امريکايان اوسي ، له بلې خوا دوی  په خپله  ډاريږ ي چې  پرعراق باندي د يرغليزي جګړي په تو� �خپله متهم نه شي .  الف . کوم جرمونه بايد محکمې ته وړاندي شې ؟   دغې  محکمې ته حکومتونه نه  بلکي يو کس يا سړی چې نړيوالي ټولني د ناوړو ، له  وحشت نه ډ کو جناياتو ، زړه بوګنونکو جرمونو مسوول ګڼلی  وي  ورپيژندل کيږي . دجنګې جرايمو د قانون په  ٨،٧،٦ ، مادو  کې د جرمونو تعريف شوې  دی  . دغه قانون د ٢٠٠١ کال د جولای  مياشتی له لومړۍ  نېټې څخه نافذ او دغه  وخت  څخه   را په دې خوا د جرمونو پلټني کوي .  د م م امنيت شورا لخوا د م م م نشور  د  اووم څپرکې پر بنسټ نړيوالي محکمي ته دپخوانيو ج� �مونو د  پلټني دنده سپارل  کيداي شي  . په بله معنا د غې  محکمې ته هغه کسان يا جګړېيزه جرمونه چې پخوا  هم تر سره شوي  وي ،  وړاندي کيږي . دغې محکمې ته د ترهګرۍ او د مخدره توکيو د  قاچاق جرمونه نه وړاندي کيږي  . ب .  له  نورو محکمو سره همکاري � �ومړيتوب ملي محاکم لري ، نړيواله جګړيزه محکمه هيڅ وخت نشې کولاي چې د ملي محکمي حيثيت پر ځاي کړي . نړيوالي جګړيزې  محکمې  هغه وخت کولې  شي خپل کار پيل کړي ، کله چې يوه ملي محکمه په دې ونه توانيږي او يا نه غواړي خپله عمل وکړي . يوازي هغه وخت عمل کوي چې يو دولت يا هيواد کې دولتي قضايې سيستم له م نځه تللې وي او يا ډير وخت فعاله نه وي . د بېلګي په توګه لکه په افغانستان کي د عدلي او قضايې اوسني حالات  . په دې شرايطو کې نړيواله جزايې محکمه رابلل کيداي شي . د  . کله د نړيوالې محکمې شرايط پوره کيږي چې عمل وکړي ؟ کله چي يو هيواد دغه تړون لاسليک کړي وي . کله چې جنکې جنايت د تړون لاسليک هيواد په خاوره کې تر سره شوي وي  .  ګونتانامو بِه  زندان Guantanamo Bay  � �ه  شپږسوونه ډير بنديان اټکل له  پنځه څلويښتو  هيوادنو څخه ، چې  دوی د القاعده سازمان  او يا د طالبانو حکومت پوري تړلي کسان دي ، امريکايانو په افغانستان کې او يا نور ځايونو کې نيولي دي . دغه کسان د څلور نيمو کلونو راهيسې د امريکې په پوځي اډه ګونتانامو کې بې  له کوم ثبوته او ثابت جرم ، بي له کوم مدافع وکيل او بي له کومي عدلي قضايې پريکړي څخه په ډير سختو حالاتو کې بنديان دي .  دغو خلکو ته  د ژنيوا کنوانسيون پر بنسټ د جنګي بنديانودريځ په  نه منلو سره ،  ټوله نړيواله ټولنه هک  پک ده ،  دوي په ډير ناوړه  او له  زغم نه په وتلو شرايطو کې ساتل کيږي ، چې د هر بشردوسته انسان غوصه راپاروي  . د وخت په تيريدو سره له  سلو نه ډير افغانان او نور وګړي بيرته خپلو هيوادو ته وليږد ول شول او يا په بګرام او يا نورو هيوادو کې په همدي شرايطوکې لادرکه ساتل کيږي . د خوشي شويو بنديانو په منځ  کي   اتلس کلن عمر نه ټيټ  هم کسان  وو ، چې د نيول کيدو پر مهال دوي لا تنکې ځوانان وو . په حقيقت کې د امريکي دفاع وزارت پنتاګون د بنديانو پيژندنه او دقيقه شميره نه په ډاګه کوي . هر بندي ته د دښمن سرتيري په څير کټل  کيږي او همداسي  چلند ورسره کيږي . د بوش پر اداره او پنتاګون باندي   ټولي نړۍ ، اروپايي هيوادونو  او اروپايي ولسي جرګي ، م م ، د  بشري حقونو د څار نړيوالي ډلې او داسي نورو سازمانونو  څوڅو واري په کلکه او نيغه ګوتنيوني کړي ، چې دغه په خپل سرجوړ شوي جنګي تريبونال او د پلټني ځاي  بايد وتړل شي . اروپايې مشرانو د ګوانتانامو د تړلو لپاره پر ولسمشر بوش زور اچاولی دې  . همدا اوس چې دا کرښي ليکل کيږي د ام� �يکي ستري محکمي پريکړه وکړه چې دغه جنګي تريبونال د امريکي اساسي قانون مغاير، د ژنيو کنوانسيون مخالف دی او ورسره يې  دغه زندان غير قانوني  اعلان کړ . د بوش ادارې  او امريکي ته د ستري محکمي د دغي پريکړي په او� �يدو، د ترهګري پرضد جګړه کي ستره ماتې په برخه شوې   او پنتاګون د ستري محکمي تر ف� �ار ﻻندي راغلی دی  . د امريکايانو  دغه عمل د نړۍ په قضايې عدالت کې يو تور داغ پاتی شو . دنړيوال سور صليب کم يټې او د بشري حقوقو سازمانونو څووارې هڅه وکړه چې د بوش حکومت  د ژنيوکنوانسيون  له  سر غړونې څخه راوګرځوي  . اوس د بوش حکومت په سپتمبر کې  د ولسې جرګې په ټاکنوکې د واک بدلون وينې او احساس وي  او غواړي چې د جنګې جرايمو قانون نوی تعريف کړي ، چې د خپل حکومت دد فتر ميزونو ترشا ناست مجرمين له  نړيوالې جزايي پلټنې او محاکمو څخه وژغوري  . امريکايانو ته جګړه يو نورمال حالت دی . د امريکې په تاريخ کې يو کال بې له جګړي نه شو موندلي . د سروپوستو ( هنديانه ) د له منځه وړلو جګړي ، په لاتينه امريکا کې د سي ای اې  جزايي پلټني ، په دوو نړيوالو جګړو کې برخه اخيستنه ، د ويتنام جګړه ، بيا د جليج جګړې ، د يوګوس� �اويا جګړه ، او د افغانستان جګړې يادولای  شو . امريکايانو د دويمي نړيوالي  جګړې څخه را په د ې خواد دريوسوو نه ډيرو وسلوالو شخړو کې برخه اخيستې ده . په ډيروشخړو کې  يې د  بشر نړيوال قانون  مات او تر پښًو لاندې کړی  دی  . تر سره شوي اعمال د بشريت پرضد جنايات دي  . امريکي د نړيوالوجزايې محکمې په ب� �خه کې ځان کوڼ او کوږ اچولی دی . واشنګتن د دن  هاګ تريبونال ته په ډيره  شکې سترګه ګوري او په خپله  هيڅ  ډاډمن نه  دي چې نړيوال بشري قانون او مقررات ومني او پلي  يې کړي .  متحده ايالات  خپلو سرتيرو ته او د خپلو  پوځي عملياتو لپاره نړيوال مصؤونيت غواړي . په بل عبارت  هر دول وهلو ټکو� �و ته ازاد ليسنس غواړي . که داسي نه شي بيا امريکايان په بوسنيا کې د م م په پوځي عملياتو باندي بنديزونه لګوي  . ( پاته په دوهمه برخه کي ) د ويبپاڼي يادونه : په بېنوا ويبپاڼه کي د خپروشويو ليکنو کاپي او بياخپرېدل يوازي د ويبپاڼي دادارې دموافقې ترلاسه کولو وروسته جواز لري ، دبيا خپرېدا پر وخت د بېنوا ويبپاڼي پوره نوم يادول ضروري دي ! ",افغانستان او نړيواله جزايې محکمه (س . ببرکزﺉ ځدراڼ ) 4319,"ډاکټر سراج الحق بب� �کزی ځدراڼ"," د لم ړۍ برخي په ادامه . . . د نړۍ امنيت شورا څوارلس غړي تراوسه په يو خوله د امريکې دغه  غوښتنه  يا خاص ځای  او امتياز نه  مني . امريکايان ډاريږي او په دې اند دي که چيري د ن هاګ نړيوالي محکمې  هغه پرنسيب پلی کړ، چې واک په  قانون پسي نه چې قانون په  واک پسي روان وي او د واک او قانون ترمنځه د فولا دو پټلي  ويستله شوه ، بيابه نو دغه پرنسيب  د امريکې د سياست او ګټو پر ضد وي . د جورج بوش حکومت دوه  واري  يو يو کال امريکايي وګړ اوسرتيرو ته  مصؤونيت  واخيست، د بل کال پته نشته .     افغانستان ، نړيوال قوانين او محاکم افغانستان په نړيوال کلي او نړيوالي مدني ټولني  کې خپل کور،  په د يپلوماتيکو هڅو او د ملګروملتوو په چوکاټ کې خپل ځای او  ملي او نړيوال اعتبار لاسته راوړل غواړي . په همدي وجه بايد  د افغانستان بهرنی سياست روښانه ، په نړيوال نورمونو برابر او ملي ګټو ته خاص پام ولري . افغانستان اوس يو وار بيا  ډير نړيوال قوانين  او د جنايې نړيوالې محکمي تړون  يې هم ﻻسليک کړی  دی  .            د جنګې جنايتکارانو محکمه په افغانستان کې سوله ، ثبات او امنيت تامينوي . په افغانستان کې  تل پاتي سوله او امنيت د قضايې عدالت له پلې کولو څخه بهر ناشونې دي . په افغاني ټولنه کي د بدل او غچ اخيست� �و کلتورﻻ ژوندي دی . جزايې عدالت د وژنې پر وړاندي د غچ اخيستني د مخنيوي يوه ﻻره ده  . که جګړييزه مجرمين محاکمې ته ونه سپارل شي ، د اشونې ده چې خلک په خپل سرغچ اخستلو ته اړ شي . د مجرمينو بخښنه د عدالت له  تامين نه ورسته يوازي او يوازي  قربانيانو پور اړه لري . بخښنه د جزايي محکمي نه مخکې ، دا پته نه لګيږې چې چا څوک د څه لپاره وبخښل  ؟ . قربانيان بايد مجرمينو ته اجازه ورکړي چې په ټولنه کې له دوي سره ژوند وکړي . دا چې نن م جرمين په واک کې دي او دوي قربانيانو ته اجازه ورکړي په تولنه کې ژوند وکړي . دا حالت يو افغان ته د زغم وړ نه دی  . که چيري جنايت کونکې او د بشريت ضد مجرمين محاکمه شي ، په ټول هيواد کې به اساسي مثبت بدلونونه رامنځته شې او سړي اوبه به پر افغان جګړه ځپلي ټولنه  ( د اوږدي جګړې روحي ټراومه يا غميږه ) باندي تويې شي  . د ديرش کلني جګړي ژور ټپونه زموږ په ټولنه کې هغه وخت رغيږي چې زموږ  بې ګناه ، بې وزلو  کونډو ،رنډو، يتيمانو او شريفو هيوادولو مجرمين او قاتلين يوي نريوالي محکمې ته وسپارل شي . افغان ولس د هيواد په قضايې او عدلي اورګانونو نا باوره شوي دي، ځکه دغه محاکم ډير سياسي او په کې د  بډو اخيستل عامه خبره ده . بل دا چې د حقوقي پوهي د نشتوالي سره مخامخ دي ، خپ� �واک نه دي ، ناپييلي قاضيان او په نړيوالو نورمونو برابرمحاکم په افغانستان کې وجود نه لري . د افغانستان لپاره يوه عادلانه ، خپلواکه ، ناپييلي محکمه د نړيوالو قاضيانو له خوا جوړيدای  شي . يوه محکمه چې سياسي ناپيلي نه وي ، د هغې  په عدالت هيڅ څوک عتبار نه کوي . افغانستان په خپل  ديرش کلنو ناورينونو کې له قانون اود  فعاله عدلي او قضايې سيستم له نشتولي څخه ډير ځوريدلی دی  . نن بيا موږ  د يو ولسواکه دولت په لور چې بنسټ يې پر ټولنېز عدالت او د بشر د حقوقو پر اصولو  ولاړ  وي ، ګام اخلو . موږ افغانان د بشري ضد جناياتو ميراث چې د تيرو حکومتونو او وسلوالو ډلو له خوا  تر سره شوي دي،  په خپل پلارني هيواد کې نشو زغملي . په دغه دوه نيمو لسيزوکې ډير زيادت  بشري ضد سرغړوني ، زورزياتې ، بې عدالتي ، د هيواد  مادي او معنوي ورانۍ ، د ټولنيزو او فرهنګې ارزښتونو ويجاړ ول او نور تر سره شوي ، چې دا ټول  زموږ د تاريخ توري پاڼي ليکي .  د تاريخ دغه توري پاڼي هيرول د افغان ولس لپا� �ه زهر څښل اود ځان وژنې معنا لري . موږ نن خپل راتلونکې د خپل تير تاريخ څخه بهر نشو جوړولي . د افغانستان اسلامي جمهوريت سياست  د بشرۍ ح� �وقو د سرغړونو ، جنګې جناياتو او د بشريت  ضد د جرمونو په هکه تر هغه د اعتبا وړ نه دی  تر څو چې خپل اورګانونه يې له دغو پيژندل شويو مجرمينو يا سرطاني غُدو څخه پاک کړي نه وۍ . له دې نه مخکې  د هيواد عدلي ، قضايې او اداري سيستم ولس ته د اعتبار او منلو وړ نه دی . په افغانستان کې د � �انون د حاکميت نه ټينګيدل او له  سزا نه د مجرمينود  معافيت ک� �تور  بايد پای ته ورسيږي د قانون له  حاکميت څخه سرغړونه د تيرو دورو جګړو او نا خوالو د کورنېو او بهرنيو جګړو ګډ خصوصيت و . په پايله کې د هيوادله  سزا څخه د مجرمينو د معافيت د ستونزي سره مخامخ شو، په خواشينۍ سره بايد وويل شي چې  د دوی  يوه لويه برخه تر اوسه په ح کومتي واک او ځواک کې پاتي ده . د څرخۍ پله په زندان کې په ډله ييزو قبرونو کې د زرګونو سياسي، ملي مخورو افغانانو مړي ځای پر ځای دي . د ١٩٩٢ کال د ارګ يا مرګ جګړې په کابل ښار کې عامي وژنې د کرکي نه ډ ک او زړه بوګنونکې جناياتو محاکمه غواړي  . په ٢٠٠١ کال د  نومبر په مياشت کې د افغانستان په شمال کې د شبرغان په ليلې  دښته کې ژوندي ، ټپي او تسليم شوي جنکې اسيران ښخول او په اوسپنيزو تابوتونو، په پوﻻدي کنټينري قبرونو کې ايسارولو او د ډله ييزې وژنېو پوښتنې ګړوېږنې او پلټنې  مهال رانږدي � �وي دي . په دې اړه مستند فلمونه اونړيوالو محاکمو ته دقيق  اسناد راټول شوي دي . د بې دفاع جنګې زندانيانو وژل د نړۍ په ټولو هيوادونو کې بشري ضد جنايت دی  . له دويمې نړيوالې جګړې  څخه ورسته  د جرمنې او جاپان جنرالان  د  همدې جناياتو په امر ورکولو  اعدام شول .  په افغانستان کې به  دغه ککړ خلک  خپل حساب ته خامخا ورورسيږي  . په دې اړه د بشري حقوقو لپاره د ملګروملتوو عالي کميساري رپوټونه خپاره کړي دي . د افغانستان لپاره د عدالت پروژه يو ډير خورا  ارزښتمن رپوټ جوړکړی  دی ، چي د لوم ړي ﻻس د څيړنو پايلو او د عيني شاهدانو شهادت بيلګي په کې راټولي شوي دي . د افغانستان د بشري حقوقو د څارنې خپ� �واک کميسون د تيرو جګړييزو او بشري ضد سرغړونو په اړه د افغان ولس غږ او اسناد راټول کړي دي  . په همدې ډول د بشر حقوقو حقونو څخه سرغړونو او د هغه د مسؤولينو په هکله يوه څېړنه تر سره  شوې ده . دا چې ولي تر اوسه د بشري  حقوقو څخه د سرغړونو په هکله څيړني نه دي پيل شوي او له افغان ولس  سره د عدالت پلي کول اوعدالت راوستل په ټپه دريدلي او پټ پوښلي پاتي  دي ؟  ځواب بايد نور مسؤول کسان ورکړي . د دولت په اړه د ولس ناهيلۍ او ژورې  بې اعتمادۍ ورو ورو يوو اټن  رامنځه کړی  دی . د جنګې مجرمينو محاکمه کول د امنيت په ټنيګولو کې ښه رول  � �وبولی  شي او د امنيت په پراخوالي کې مرسته کوي  . جنګې جنايتکا� �ان همدا اوس د بي امنيتي او بي ثباتي اصلي ﻻملونه دي  . د سزا له ورکولوسره به مجرمين له اوسني واک او ځواک څخه لري کړی شي . نړيوالې  ټولنې  تر اوسه د ترهګري ضد جګړي د  ګټلو په هيله له جګړييزو سرغړونکواو مجرمينو  څخه ملاتړ کړي دی  . په لوړو څوکېو د بشرۍ حقوقو د س� �غړونکو ګومارل د هغوې د جنايتونو تائيد دی  .  د بن د تړون څخه ت� �ننه پورې  د قانون حاکميت پراختيا پروسه ډيره ورو ورو او له خنډونو څخه ډکه پرمخ بيول شوی  ده . افغانان د نړۍ له پوهې او تجربو څخه په ښه توګه ګټه اخيستلي شي . د افغانستان لپاره بايد د افغانيت او افغاني ټولنې خاصو دودونو سره سم د حقيقت موندلو کميسيون د نړۍ د نور هيوادنو په شان  لکه چې سهيلي افريقا ته جوړ � �وی ،  جوړ شي .   په افغانستان کې دناټو تړون ٢٦ غړيو هيوادو  څخه   ١٩ هيوادو د نړيوالو جنګي جرايمو تړون  لاسليک کړی دی   .  اروپايان  به خپل رول  په افغانستان کې   ډير غلط ولوبوي او د ترهګري ضد جګړه   به يو تور  اړخ  ولري  ، د لويديځوالو اعتبار او د ارزښتونو سيستم به تر پوښتني لاندي راشي که دوي  په دي برخه کې عمل ونه کړ ي . افغان دولت او نړيواله ټولنه  بايدافغان ولس ته داسۍ ملي است� �اتيژي جوړه کړي  چې د قربانيانود  حقوقو درنښت وساتل شي او روحي ارامه شي . د بشري ضد جنايتونو د قربانيانواو زيانمو شويو پيژندنه او هغوی ته پاملرنه يوه بيړنۍ ارتيا ده . افغانان د نړيوالې  ټولنې او ناټو ځواکونو څخه د مرستو غوښتونکې دي ، چې ژر تر ژره د بشرۍ حقوقو  د سرغړونکو ، جګړييز،  تورنو کسانو نيوال پيل او دوی  په نړيوالې  جګړيزه محکمې کې محاکمې  ته ودرول شي . ځکه جنګې مجرمين او د ټوپکوالو په ح کومت او په خپله سيمه کې ډيرغښتلي او ځواکمن شوي دی  . د دوی  نيوال د افغان حکومت له وسه وتلي خبره ده . د دولتي واک اصلي کرښي د بشر ضد مجرمينو په لاس او واک کې دي . دوي بايد د خپلو دندو څخه ګوښه او محاکمي ته ودرول شي .  چې په دي توګه په  افغان ټولنه کې عدالت تامين شي او افغانانو ته دغه باور پيدا شی  چې له سزاوو څ خه د معافيت لړی  پای  ته رسيدلې او مجرمينو ته دا وخت نور   ورنه کړل شي چې په نورو سرغړونو ﻻس پور کړي  .  د افغانستان د ډيرو خلکو بشرۍ حقوق  د جګړو په بهير کې  تر پښوﻻندې  شوي  . دوی  د دغو حقوقو څخه د محروميت ستر ق� �بانيان دي  . لنډيز: تر څو چې د ناټو په مشري د افغانستان اوسنۍ نا امنيو ډيريدلو ستنونزې  په بشپره توګه نه وي هوارې  شوي ،  نه افغانستان  او نه نړۍ سوله ليدلي شي . د افغا نستان   بهرنی نړيوال سياست  د ننګونو سره مخامخ دی ، د ا فغانانو دلومړيتوبونو پر بنسبټ  بايد خاص پام وشي . لوم ړی  . بايد چې د ګونتانامو له بد نام زندان څخه ټول افغانان خپل هيواد ته راوستل شي . دغه زندان بايد وتړل شي . همداسي د نړۍ په ګوټ ګوټ  کې  له نور زندانونو څخه افغانان په خپلو ديپلوماتيکې هڅو هيواد ته راستانه کړل شي . دوهم  . د جګړييزو مجرمينو اسناد راټول او په جنګې جرمونو ککړ کسان محکمي ته ودرول شي . په افغانستان کې ملي نظر دا دی  چې د جګړو په بهير کې افغان ولس ته د څرګندو جنګې جنايتکارانو څو درجنه  کسان  د محاکمي تطبيقي بڼه لري . دريم .  په ١٩٧٩ د دسامبر په مياشت کې پر افغانستان  د پخوانې شوروي اتحاد يرغليزه جګړه  او د جنګ تاوان  موضوع  دی له   اوسنۍ  روسيه سره مطرح شي ، د يرغليزې جګړې تاوان دي  وغوښتل شي . روسيه بايد د خپلو جنايتونو او بشري ضداعمالو لپاره له  افغان ولس څخه بخښنه وغواړي  .  د ويبپاڼي يادونه : په بېنوا ويبپاڼه کي د خپروشويو ليکنو کاپي او بياخپرېدل يوازي د ويبپاڼي دادارې دموافقې ترلاسه کولو وروسته جواز لري ، دبيا خپرېدا پر وخت د بېنوا ويبپاڼي پوره نوم يادول ضروري دي ! ",افغانستان او نړيواله جزايې محکمه ( دوهمه برخه ) 4320,"پروفيسر خالق رشيد- نوى ډيلى"," دزمري د (۲۸) په وياړ ، دهغې ورځي په وياړ چې په آزادۍ پيل شوه او په غلامۍ ودريده ... (خالق رشيد) دغازي امان الله خان ديوې تاريخي خاطرې په لمن كې (كيسه ) سلام مې وايه  !لكه دپخوا په شان نن هم سهار وختي پورته شو. دهغه عادت و چې سهار به كله وختي له خوبه پورته شو، دسالون په برنډه كې به يې ترډيرو په سپورت باندې ځان بوختاوه .دوې ورځې كيدې چې دچا خبره چرت يې برابرنه و، ځكه هغه بله ورځ چې دروم دښار په مركزي ب� �خه كې هغې ميلمستياته تللى و ، هلته يې  ددوو وزيرانو دميرمنو دغه خبرې اوريدلې وې : _ دغه ښاغلى چې زموږ په خوا كې ولاړدى پيژنې ؟ _ نه ، داښاغلى څوك دى ؟ ميرمن يې هم خورا ښكلي مالوميږي ..._ دا افغان واكمن امان الله دى ... هغه يې ميرمن ده ، دهغې نوم  شريا (ثريا) دى ..._ ومې پيژاند داخورا لوى انسان دى ،افغانستان همدغه لوى انسان له انګريزانو خپلواك كړ، هوهمدغه لوى انسان ...خوافسوس چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى نشته ...اوس دلته مساپردى اوپردېس ...دې خوا ته ده داګردې خبرې يوه يوه واوريدې ... ملكې ثرياهم واوريدې ...خودده په ذهن كې دغې خبرې چې : _ افسو س چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى نشته ، يوبل شان اوچت خوځورونكى انځورويوست ، له � �يره درده ده هم  دوه ځلې هم دغه خبره له ځان سره په درد اوسوز تكراركړه : _ هو، افسوس ، چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى نشته ، نشته ... هو، افسوس ... افسوس ...نوريې د روم دښار دهغې ښكلې شپې ښكلا، سازونه اوښكلودنڅ اوودنازونونرم اونازك شرنګهارنه كتى شو اونه هم اوريداى ، ځكه يې ملكې ته سترګې ور واړولې ، په خپلوخپلو كتوكې يې  يوه اوبل ته حيران حيران وكتل ، ملكه ترده په زړه  زړوره وه سمدلاسه يي ورته وويل : _ اگه پشت ايي گپا بگ� �ديم ازي گپازياد ميشنويم ...خې چاره چيس ؟ ده بياهم ددغو خبرو ټول دروندوالى دصبراوزغم پراوږو ورواچاوه ،ځان يې دڅوشيبوله پاره آرام ونيو ،  هرڅه يې ليدل ، سازونه،ښكلاوې ، دنازكونڅاګرو سره اوسپين ...خوده داننداره  يوازې په رڼوسترګو ليده اوبس ،دزړه پرسريې هم هغه يوه خبره وه اودهغې انګازه : _ افسوس چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى ...همدغې خبرې يې په رښتياهم چرت ورخراب كړى و. په دغه ورځ هم چې كله له سپورت كو� �ورابې غمه شو، مخامخ هغې كوټې ته ورننووت چې هغه به ده (وطن) بلله، هو، وطن ! ځكه ده په دغه خونه كې وطني شيان ، انځورونه ،كتابونه ، دوطن خواږه اوترخه يادګارونه ايښي وو. كله به چې دى دغې كوټې ته ورننووت نوساعتونه ساعتونه به يې په هغې كې يې دخپلوتيروشپوورځوخاطرې اومنظرې كتې اوپه هغه كې به داسې چې تا به وې نوې يې ليدلې او م وندلې دي ډوب و.په هغوكې به يې وطن ، دوطن په سپينوواورو پټ غرونه، كابل اوښكلي كندهاراوپه هغه كې به يې (كندها� �ۍ  اروا ) چې دپاهۍ وروستۍ خاطرې يې دهغې دننګ په سترګوكې هره شيبه برمونه اوپرتمونه وې ترسترګوسترګوكيده ...اعلحضرت په دغه ورځ ترډيرو پورې په خپله خونه ياني وطن كې ناست و.نن يې هلته ترنورو ورځوزيات ځنډ وكړ،هلته هم چرت وړى و، هلته  بياهم  د روم دوزيرانودميرمنوخبرې اترې اودهغوشرنګا يې په نري نري ښځينه غږ كې ترغوږو شوې وه ..._ افسوس چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى ...ده همدغه سوچ ترهمدغه ځايه بدرګه كړى و چې خدمتګار ور ورپرانيست : _ اعلحضرته ! دانتطارپه خونه كې يوايرانى ليكوال غواړي تاسې وګوري ...سوچ يې همداسې په نمايي كې پاتې شو.څوشيبې يې په مړاوو اوستومانه سترګوكې خدمتګارته وكتل ، بيايې ورته وويل : _ بي بي ته دې غږ وكه ...� �يبه لانه وه تيره چې ملكه راننوته ،هغې ته يې هم ستړي ستړې وكتل  خوهغه ورته موسكۍ شوه : _ راځه چې كوم ايرانى ليكوال راغلى ، غواړي له تاسره وګوري ...اعلحضرت په داسې حال كې چې دتګ تلوسې راوهڅاوه ، داخبره يې هم ترخوله � �اووته : _ ايرانيان عجب خلك دي ، داڅووم ايرانى دى چې دلته راځي ، نه پوهيږم چې دوى په ماكې څه ليدلي دي ؟ م� �كي داعلحضرت دكتنې له پاره تيارى ونيو، خړه دريشي يې ظاهرآ په بدن كې بده نه ښكاريده، دواړه دسالون اوانتظا� �خونې په لور ور روان شول .خدمتګار ور پرانيست اودوى دميلمستون په لويه خونه ورننوتل . اعلحضرت اوملكې له � �يكوال سره په لاس روغبړوكړ، په خپلوځايونوكې په عادي توګه كيناستل ، خوايران ليكوال چې ځان يې (نامدار) و� �وپيژند لاپه خپل ځاى ولاړو، اعلحضرت هيله وكړه :  _ مهرباني وكړئ كينۍ خوشاله يم چې تاسې وينم . او احمد نامدار خپلې خبرې پيل كړې ، هغه په فارسي خبرې كولي ، ددوى له پاره په هغه رنګين روم كې داهم  يوښه تسل و چې چا به له دوى سره د دوى په ژبو خبرې كولي .د دوى په ژبو په ښكلي پښتواودري ... هوښې پرې لګيدې ، خوږې پرې لګيدې  ځكه يې دخبرو په وخت كې هم زيات وخت مخامخ لوري ته وركاوه . احمد اعلحضرت په  ۱۳۰۷ كال كې په ايران كې ليدلى و، خواوس هماغه چا  اوهماغه پرتم ته مخامخ  ناست و اوهغه ته يې په ځيرځيركتل ، په سترګوكې يې دده هماغه دبدبه ، هماغه له پرتمه ډكه افغاني څيره ، دخپلواكۍ هنګامه اودنړۍ ديوه ستراوظالم ځواك په مقابل كې دده پاريدنه سره اوښتل او را اوښتل ، باوريې نه كيده چې ګواكي اوس دهغې لويي څيرې اوهغه لوى پرتم په وړاندې ناست دى ...په سالون كې آرامه آرامي وه ، هلته په مخامخ كنج كې يوګلدان ښكاريده چې يوه زيړګل يې دكتونكي پاملرنه په خورا بې پروايئ سره په خپله خوا وكښله .له لرې داسې ښكاريده چې ګواكي هغه يومصنوعي ګل دى ، په دې چې په دغه شيبه كې دومره دپامل� �نې وړراښكون نه درلود .خودليكوال سترګې دهمدغه مخامخ ګل په دنياكې ډوبې شوې وې چې خپلې خبرې يې پيل كړې : _ اعلحض� �ته ! زما هغه ورځ كله هم له ياده نه وځي چې ته ايران ته راغلى وې ، ستاهم هغې لويي او زموږ دخلكو هغې مينې چې له تاسره يې تراوسه پورې لرې زه وهڅولم چې په دغه ښكلي روم كې ځان ستا په درګاه درپيښ كړم ، هو، ماته هماغه ورځ � �اياديږي اولكه دهماغې ورځي په شان ته اوس هم ماته يولوى انسان اودآزادۍ يولوى پرتم ښكاريږئ ...امان الله خان آرام ناست و ، دده خبرې يې اوريدې ، سريې كراركرار ورته خوځاوه ، داسې ښكاريده چې ددغو خبرو په ترڅ كې هم دى اوس د� �ته نه و. همداوجه وه چې كله كله خوبه ملكې دده پرځاى ليكوال كتل اودده پرځاى به يې هغه ته ځواب وركاوه .دوى � �اغږيدل ، لايې هم خبرې روانې وې  چې خدمتګار چاى راوړ، پياله دهرچا مخې ته كيښودل شوه ، لايې يويوغړپ هم نه وترې كړې چې ليكوال له اعلحضرته دژوند په ځانګړو پوښتنو پيل وكړ: _اعلحضرته !  ميلمستون موهم ډيرښكلى نه دى ؟ _ اعلحضرت (په موسكا) _ څه ما اويازما خلكوخوماته نه دى جوړكړى نه دې دي اوريدلي چې : ( دربيابان كفش كهنه نعمت است )نامدار ورته موسكى شو، داسې چې ګواكي داعلحضرت دخبرې په وړاندې يې نورڅه دويلونه درلودل .زريې بله پوښتنه ترې وكړه : _ ولې ستړى معلوميږې ، كيداى ستا دژوند په دغه راز باندې پوه شم ؟ _ ولې نه ، هو، ستړى يم ، په اروپاكې اوږدمدتې استوګنې خورا ستړى كړى يم ..._ دختيززياتره لويان په لويديزكې ژوند دآرامئ اونيكمرغئ پيل بولي تاسې ولې ناخوښ ياست ؟ _ دزړګي سره ، هغوى چې داسې فكركوي ، هغوى ياناپوه دي اوياداچې دځان په باره كې فكرنه شي كولاى .زه رښتيادرته وايم  زه نه يوازې داچې دلته خوښ نه يم ،بلكه همدا ژوند مې دلته خورا زيات ځوروي هم ،هو روحآ ...احمددرنګ شيبه آرام و. داسې ښكاريده چې تابه ويل داعلحضرت دخبرې په باره كې فكركوي ، خوداسې نه وه ، زريې بيا پوښتنه ترې وكړه : _ ستاسې په نظر ددې لامل څه دى چې تاسې دومره نارام شوي ياست ، اوس خوكارتركا� �تيردى او اوبه هم ترورخ تيرې ...امان الله خان سوړ اوسيلى وكيښ ، په نرمه ژبه يې خپله خبره ورته راغبرګه كړه : _ وطن ډيرګران وي ، زه نه پوهيږم چې كوم سحرپه منځ كې دى ، اوكوم ځواك دى چې دوطن خاوره كه څه چې زياته خواره وي اوياډيره لرې هم وي  انسان بياهم خپل لوري ته وركاږي ...زه فكركوم چې چيرې انساني روح په انساني بدن كې ځاى نيسې ، دغه روح په خپله نه غواړي چې هغه ځاى اوهغه سيمه چې دا له كالبد سره هم غاړه كيږي له ياده وباسي ...په ليكوال داعلحضرت دغې خبرې له ورايه خپل ژوراغيزوښانده ځكه يې په څوشيبوكې څوڅوځلې ده اوملكي ثرياته  سترګې ور واړولي اوراواړولې ، يوازې  به يې اعلحضرت ته په بېواكه توګه ترخوله راووتل :  _ ته ډيرلوى انسان يې اوپه � �ښتياهم اوچت انساني صفات لرې ...داعلحضرت په سترګوكې د اوښكوغوټۍ لاهم پورته اوكښته كيدې ، دچاى پياله يې په � �رامئ سره پورته كړه ، خولې ته يې نژدې كړه چې يوځل يې ناببره بيرته پرميزكيښوده اوخبروته يې ځان جوړكړ: _ وطن  ، وطن دى ، زه چې كله له وطنه راووتم ، زمافكرته يوه پښتو لنډۍ راغله ، هغه مې دزړه دتسل په خاطر په هماغه مهال دزړه  له كومي ټولوته وويله چې : دخداى پامان دې وې وطنه     كه زيړى ګل شوم مخ به نه دراړوم ه ...فكركوم چې هغه مې دزړه له كومي ويلي وه ، اوس دادى دهرې ورځې په تيريدو سره په دغه ښكلي روم كې زه زيړى ګل كيږم ، قسمت دښكلي روم په زړه كې داوږدومياشتواوكالوله پاره ديره كړم .زه اوس هم كله كله دوستانوته وايم چې :  زه په افغانستان كې پنډيتوب په ايتاليا ، هو، په دغه ښكلي ايتالياكې ترپاچاهي اوچت بولم ...اواعلحضرت خپله پياله خپلې خولې ته داسې چې اوښكې يې په سترګوكې لاهمداسې سرګرداني سرګردانې كيدې ورپورته كړه ،لايې هم زړه � �ك و، لايې دپرديسي ژوند پرديس دردونه په خوله وو، چې ليكوال يې هم دومره خواشينى كړى و ، چې نه پوهيده ددعه ست� �انسان د دردمن  زړه اولوى پرتم په وړاندې څه چاره وكړي ؟ اوڅه ورته ووايي ، په څه شان يې تسل وكړي  ؟  هيڅ  ! دروم  په ښكلي ښاركې ورځ په نيمايې ور اوښتې وه ، چې داعلحضرت اوملكې خوږې خودردمنې خبرې هم پاى ته ورسيدې .ليكوال وغوښتل چې ترې ولاړشي ، هغه يې تردروازې پورې د خداى پامانى په خاطر بدرګه كړ : بدرګه ...كله يې چې خداى پامانى سره كاوه داعلحضرت وروستۍ خبره ليكوال ته داوه : _  سلام مې وايه ! ليكوال سره له دې چې ورته موسكى شو ژړا ورغله : _اعلحضرته ، پرچا ؟ اواعلحضرت په غيږ كې كلك ونيو په نيولي آوازكې يې ورته وويل : _ پرهغوى چې ژوند لري ،پرهغوى چې هيوادلري ،پرهغوى چې مينه لري اوپرهغوى چې خپلواكي يې دغلامى په وړاندي وينه اومينه وي  ...اعلحضرت ليكوال په ډكو سترګو په خداى وسپاره ، درنګ شيبې يې په هغه پسې كتل اودهغه لنډقدمونه يې له هغه سره دمينې په نامه يويوڅاره اوپه هغه پسې يې كتل... لايې له سترګوپناه شوى نه و چې له جيبه يې دسمال راويوست اوهغه يې سترګوته ونيو ... ! ؟ پروفيسر خالق رشيد- نوى ډيلى د ويبپاڼي يادونه : په بېنوا ويبپاڼه کي د خپروشويو ليکنو کاپي او بياخپرېدل يوازي د ويبپاڼي دادارې دموافقې ترلاسه کولو وروسته جواز لري ، دبيا خپرېدا پر وخت د بېنوا ويبپاڼي پوره نوم يادول ضروري دي ! ",دزمري د (۲۸) په وياړ ، . . . . سلام مي وايه ! 4321,"پروفيسر خالق رشيد- نوى ډيلى"," دزمري د (۲۸) په وياړ ، دهغې ورځي په وياړ چې په آزادۍ پيل شوه او په غلامۍ ودريده ... (خالق رشيد) دغازي امان الله خان ديوې تاريخي خاطرې په لمن كې (كيسه ) سلام مې وايه  !لكه دپخوا په شان نن هم سهار وختي پورته شو. دهغه عادت و چې سهار به كله وختي له خوبه پورته شو، دسالون په برنډه كې به يې ترډيرو په سپورت باندې ځان بوختاوه .دوې ورځې كيدې چې دچا خبره چرت يې برابرنه و، ځكه هغه بله ورځ چې دروم دښار په مركزي برخه كې هغې ميلمستياته تللى و ، هلته يې  ددوو وزيرانو دميرمنو دغه خبرې اوريدلې وې : _ دغه ښاغلى چې زموږ په خوا كې ولاړدى پيژنې ؟ _ نه ، داښاغلى څوك دى ؟ ميرمن يې هم خورا ښكلي مالوميږي ..._ دا افغان واكمن امان الله دى ... هغه يې ميرمن ده ، دهغې نوم  شريا (ثريا) دى ..._ ومې پيژاند داخورا لوى انسان دى ،افغانستان همدغه لوى انسان له انګريزانو خپلواك كړ، هوهمدغه لوى انسان ...خوافسوس چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى نشته ...اوس دلته مساپردى اوپردېس ...دې خوا ته ده داګردې خبرې يوه يوه واوريدې ... ملكې ثرياهم واوريدې ...خودده په ذهن كې دغې خبرې چې : _ افسو س چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى نشته ، يوبل شان اوچت خوځورونكى انځو� �ويوست ، له ډيره درده ده هم  دوه ځلې هم دغه خبره له ځان سره په درد اوسوز تكراركړه : _ هو، افسوس ، چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى نشته ، نشته ... هو، افسوس ... افسوس ...نوريې د روم دښار دهغې ښكلې شپې ښكلا، سازونه اوښكلودنڅاوودنازونونرم اونازك شرنګهارنه كتى شو اونه هم اوريداى ، ځكه يې ملكې ته سترګې ور واړولې ، په خپلوخپلو كتوكې يې  يوه اوبل ته حيران حيران وكتل ، ملكه ترده په زړه  زړوره وه سمدلاسه يي ورته وويل : _ اگه پشت ايي گپا بگ� �ديم ازي گپازياد ميشنويم ...خې چاره چيس ؟ ده بياهم ددغو خبرو ټول دروندوالى دصبراوزغم پراوږو ورواچاوه ،ځان يې دڅوشيبوله پاره آرام ونيو ،  هرڅه يې ليدل ، سازونه،ښكلاوې ، دنازكونڅاګرو سره اوسپين ...خوده داننداره  يوازې په رڼوسترګو ليده اوبس ،دزړه پرسريې هم هغه يوه خبره وه اودهغې انګازه : _ افسوس چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى ...همدغې خبرې يې په رښتياهم چرت ورخراب كړى و. په دغه ورځ هم چې كله له سپورت كو� �ورابې غمه شو، مخامخ هغې كوټې ته ورننووت چې هغه به ده (وطن) بلله، هو، وطن ! ځكه ده په دغه خونه كې وطني شيان ، انځورونه ،كتابونه ، دوطن خواږه اوترخه يادګارونه ايښي وو. كله به چې دى دغې كوټې ته ورننووت نوساعتونه ساعتونه به يې په هغې كې يې دخپلوتيروشپوورځوخاطرې اومنظرې كتې اوپه هغه كې به داسې چې تا به وې نوې يې ليدلې او م وندلې دي ډوب و.په هغوكې به يې وطن ، دوطن په سپينوواورو پټ غرونه، كابل اوښكلي كندهاراوپه هغه كې به يې (كندها� �ۍ  اروا ) چې دپاهۍ وروستۍ خاطرې يې دهغې دننګ په سترګوكې هره شيبه برمونه اوپرتمونه وې ترسترګوسترګوكيده ...اعلحضرت په دغه ورځ ترډيرو پورې په خپله خونه ياني وطن كې ناست و.نن يې هلته ترنورو ورځوزيات ځنډ وكړ،هلته هم چرت وړى و، هلته  بياهم  د روم دوزيرانودميرمنوخبرې اترې اودهغوشرنګا يې په نري نري ښځينه غږ كې ترغوږو شوې وه ..._ افسوس چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى ...ده همدغه سوچ ترهمدغه ځايه بدرګه كړى و چې خدمتګار ور ورپرانيست : _ اعلحضرته ! دانتطارپه خونه كې يوايرانى ليكوال غواړي تاسې وګوري ...سوچ يې همداسې په نمايي كې پاتې شو.څوشيبې يې په مړاوو اوستومانه سترګوكې خدمتګارته وكتل ، بيايې ورته وويل : _ بي بي ته دې غږ وكه ...� �يبه لانه وه تيره چې ملكه راننوته ،هغې ته يې هم ستړي ستړې وكتل  خوهغه ورته موسكۍ شوه : _ راځه چې كوم ايرانى ليكوال راغلى ، غواړي له تاسره وګوري ...اعلحضرت په داسې حال كې چې دتګ تلوسې راوهڅاوه ، داخبره يې هم ترخوله � �اووته : _ ايرانيان عجب خلك دي ، داڅووم ايرانى دى چې دلته راځي ، نه پوهيږم چې دوى په ماكې څه ليدلي دي ؟ م� �كي داعلحضرت دكتنې له پاره تيارى ونيو، خړه دريشي يې ظاهرآ په بدن كې بده نه ښكاريده، دواړه دسالون اوانتظا� �خونې په لور ور روان شول .خدمتګار ور پرانيست اودوى دميلمستون په لويه خونه ورننوتل . اعلحضرت اوملكې له � �يكوال سره په لاس روغبړوكړ، په خپلوځايونوكې په عادي توګه كيناستل ، خوايران ليكوال چې ځان يې (نامدار) و� �وپيژند لاپه خپل ځاى ولاړو، اعلحضرت هيله وكړه :  _ مهرباني وكړئ كينۍ خوشاله يم چې تاسې وينم . او احمد نامدار خپلې خبرې پيل كړې ، هغه په فارسي خبرې كولي ، ددوى له پاره په هغه رنګين روم كې داهم  يوښه تسل و چې چا به له دوى سره د دوى په ژبو خبرې كولي .د دوى په ژبو په ښكلي پښتواودري ... هوښې پرې لګيدې ، خوږې پرې لګيدې  ځكه يې دخبرو په وخت كې هم زيات وخت مخامخ لوري ته وركاوه . احمد اعلحضرت په  ۱۳۰۷ كال كې په ايران كې ليدلى و، خواوس هماغه چا  اوهماغه پرتم ته مخامخ  ناست و اوهغه ته يې په ځيرځيركتل ، په سترګوكې يې دده هماغه دبدبه ، هماغه له پرتمه ډكه افغاني څيره ، دخپلواكۍ هنګامه اودنړۍ ديوه ستراوظالم ځواك په مقابل كې دده پاريدنه سره اوښتل او را اوښتل ، باوريې نه كيده چې ګواكي اوس دهغې لويي څيرې اوهغه لوى پرتم په وړاندې ناست دى ...په سالون كې آرامه آرامي وه ، هلته په مخامخ كنج كې يوګلدان ښكاريده چې يوه زيړګل يې دكتونكي پاملرنه په خورا بې پروايئ سره په خپله خوا وكښله .له لرې داسې ښكاريده چې ګواكي هغه يومصنوعي ګل دى ، په دې چې په دغه شيبه كې دومره دپامل� �نې وړراښكون نه درلود .خودليكوال سترګې دهمدغه مخامخ ګل په دنياكې ډوبې شوې وې چې خپلې خبرې يې پيل كړې : _ اعلحض� �ته ! زما هغه ورځ كله هم له ياده نه وځي چې ته ايران ته راغلى وې ، ستاهم هغې لويي او زموږ دخلكو هغې مينې چې له تاسره يې تراوسه پورې لرې زه وهڅولم چې په دغه ښكلي روم كې ځان ستا په درګاه درپيښ كړم ، هو، ماته هماغه ورځ � �اياديږي اولكه دهماغې ورځي په شان ته اوس هم ماته يولوى انسان اودآزادۍ يولوى پرتم ښكاريږئ ...امان الله خان آرام ناست و ، دده خبرې يې اوريدې ، سريې كراركرار ورته خوځاوه ، داسې ښكاريده چې ددغو خبرو په ترڅ كې هم دى اوس د� �ته نه و. همداوجه وه چې كله كله خوبه ملكې دده پرځاى ليكوال كتل اودده پرځاى به يې هغه ته ځواب وركاوه .دوى � �اغږيدل ، لايې هم خبرې روانې وې  چې خدمتګار چاى راوړ، پياله دهرچا مخې ته كيښودل شوه ، لايې يويوغړپ هم نه وترې كړې چې ليكوال له اعلحضرته دژوند په ځانګړو پوښتنو پيل وكړ: _اعلحضرته !  ميلمستون موهم ډيرښكلى نه دى ؟ _ اعلحضرت (په موسكا) _ څه ما اويازما خلكوخوماته نه دى جوړكړى نه دې دي اوريدلي چې : ( دربيابان كفش كهنه نعمت است )نامدار ورته موسكى شو، داسې چې ګواكي داعلحضرت دخبرې په وړاندې يې نورڅه دويلونه درلودل .زريې بله پوښتنه ترې وكړه : _ ولې ستړى معلوميږې ، كيداى ستا دژوند په دغه راز باندې پوه شم ؟ _ ولې نه ، هو، ستړى يم ، په اروپاكې اوږدمدتې استوګنې خورا ستړى كړى يم ..._ دختيززياتره لويان په لويديزكې ژوند دآرامئ اونيكمرغئ پيل بولي تاسې ولې ناخوښ ياست ؟ _ دزړګي سره ، هغوى چې داسې فكركوي ، هغوى ياناپوه دي اوياداچې دځان په باره كې فكرنه شي كولاى .زه رښتيادرته وايم  زه نه يوازې داچې دلته خوښ نه يم ،بلكه همدا ژوند مې دلته خورا زيات ځوروي هم ،هو روحآ ...احمددرنګ شيبه آرام و. داسې ښكاريده چې تابه ويل داعلحضرت دخبرې په باره كې فكركوي ، خوداسې نه وه ، زريې بيا پوښتنه ترې وكړه : _ ستاسې په نظر ددې لامل څه دى چې تاسې دومره نارام شوي ياست ، اوس خوكارتركا� �تيردى او اوبه هم ترورخ تيرې ...امان الله خان سوړ اوسيلى وكيښ ، په نرمه ژبه يې خپله خبره ورته راغبرګه كړه : _ وطن ډيرګران وي ، زه نه پوهيږم چې كوم سحرپه منځ كې دى ، اوكوم ځواك دى چې دوطن خاوره كه څه چې زياته خواره وي اوياډيره لرې هم وي  انسان بياهم خپل لوري ته وركاږي ...زه فكركوم چې چيرې انساني روح په انساني بدن كې ځاى نيسې ، دغه روح په خپله نه غواړي چې هغه ځاى اوهغه سيمه چې دا له كالبد سره هم غاړه كيږي له ياده وباسي ...په ليكوال داعلحضرت دغې خبرې له ورايه خپل ژوراغيزوښانده ځكه يې په څوشيبوكې څوڅوځلې ده اوملكي ثرياته  سترګې ور واړولي اوراواړولې ، يوازې  به يې اعلحضرت ته په بېواكه توګه ترخوله راووتل :  _ ته ډيرلوى انسان يې اوپه � �ښتياهم اوچت انساني صفات لرې ...داعلحضرت په سترګوكې د اوښكوغوټۍ لاهم پورته اوكښته كيدې ، دچاى پياله يې په � �رامئ سره پورته كړه ، خولې ته يې نژدې كړه چې يوځل يې ناببره بيرته پرميزكيښوده اوخبروته يې ځان جوړكړ: _ وطن  ، وطن دى ، زه چې كله له وطنه راووتم ، زمافكرته يوه پښتو لنډۍ راغله ، هغه مې دزړه دتسل په خاطر په هماغه مهال دزړه  له كومي ټولوته وويله چې : دخداى پامان دې وې وطنه     كه زيړى ګل شوم مخ به نه دراړوم ه ...فكركوم چې هغه مې دزړه له كومي ويلي وه ، اوس دادى دهرې ورځې په تيريدو سره په دغه ښكلي روم كې زه زيړى ګل كيږم ، قسمت دښكلي روم په زړه كې داوږدومياشتواوكالوله پاره ديره كړم .زه اوس هم كله كله دوستانوته وايم چې :  زه په افغانستان كې پنډيتوب په ايتاليا ، هو، په دغه ښكلي ايتالياكې ترپاچاهي اوچت بولم ...اواعلحضرت خپله پياله خپلې خولې ته داسې چې اوښكې يې په سترګوكې لاهمداسې سرګرداني سرګردانې كيدې ورپورته كړه ،لايې هم زړه � �ك و، لايې دپرديسي ژوند پرديس دردونه په خوله وو، چې ليكوال يې هم دومره خواشينى كړى و ، چې نه پوهيده ددعه ست� �انسان د دردمن  زړه اولوى پرتم په وړاندې څه چاره وكړي ؟ اوڅه ورته ووايي ، په څه شان يې تسل وكړي  ؟  هيڅ  ! دروم  په ښكلي ښاركې ورځ په نيمايې ور اوښتې وه ، چې داعلحضرت اوملكې خوږې خودردمنې خبرې هم پاى ته ورسيدې .ليكوال وغوښتل چې ترې ولاړشي ، هغه يې تردروازې پورې د خداى پامانى په خاطر بدرګه كړ : بدرګه ...كله يې چې خداى پامانى سره كاوه داعلحضرت وروستۍ خبره ليكوال ته داوه : _  سلام مې وايه ! ليكوال سره له دې چې ورته موسكى شو ژړا ورغله : _اعلحضرته ، پرچا ؟ اواعلحضرت په غيږ كې كلك ونيو په نيولي آوازكې يې ورته وويل : _ پرهغوى چې ژوند لري ،پرهغوى چې هيوادلري ،پرهغوى چې مينه لري اوپرهغوى چې خپلواكي يې دغلامى په وړاندي وينه اومينه وي  ...اعلحضرت ليكوال په ډكو سترګو په خداى وسپاره ، درنګ شيبې يې په هغه پسې كتل اودهغه لنډقدمونه يې له هغه سره دمينې په نامه يويوڅاره اوپه هغه پسې يې كتل... لايې له سترګوپناه شوى نه و چې له جيبه يې دسمال راويوست اوهغه يې سترګوته ونيو ... ! ؟ پروفيسر خالق رشيد- نوى ډيلى ",سلام مې وايه !دغازي امان الله خان ديوې تاريخي خاطرې په لمن كې 4322,,"   بینوا ته دائتلافي ځواکونو له اړخه په راغلې خبرپاڼه لیکل شوي چې تیره ورځ دکنړ داسعد اباد ختیځ لورته لومړی دسخت دریځو له لورې برید پرې شوی او له دغو ځواکونو نه یې یو سرتیری وژلی او بل یې ټپي کړی. دوی وایي حمله کوونکو ته پر اوښتي زیان ندي خب� �.  ",دائتلاف یو سرتیری کنړ وژل شوی. 4323,,"   دملگرو ملتونو دسرمنشي افغانستان ته استازي ټام کونیکس ویلي چې نوموړی خبر شوی چې یو افغان دایران قضائیه قوې دیوه جرم د کولو له امله اعدام کړی کونیکس ویلي دی ددې کار په کولو سخت خفه شوی. دنجیب الله په نوم دغه افغان دایران په ک� �مان کې اوسیده او موده وړاندې ددغه ښار محکمې دیوه نامعلوم جرم په کولو په اعدام کولو محکوم کړ. خو دنوموړي له اعدام وروسته هم په ایران کې دافغانستان سفارت ته وو خبر خو تیره اوونۍ دباندنیو چارو وزارت دایران سفیر وزارت ته ورغوښتی وه خو دایران سفیر یوازې وزارت ته وویل: دشوي کار په اړه بخښنه غواړم.  ",یوناما: ایران کې دیوه افغان په اعدامولو خفه یو. 4324,,"   نن دزمري دمیاشتې ٢٨ چې له انگریزانو څخه دباتورو افغانانو دخپلواکۍ دبیرته اخیستو د ٨٧ کلیزې سره برابره ده، دغه ورځ د کابل په غازي لوبغاړي کې دولسمشر کرزي او گڼ شمیر دولتي چارواکو په وړاندې دیو لړ مراسمو په ترسره کولو سره ولمانځل شوه. دلمانځنې مراسم سهار په نهو بجو پیل شوه او په یوولسو بجو پای ته ورسیده په سر کې ولسمشر کرزي ددې ورځې داخیستو په اړه دویاړنیو افغانانو ته درنښت وړاندې کړ او هفه کسانو ته یې په خبرو کې نغوته وکړه چې ددې هیواد سوله له گواښ سره مخ کوي ولسمشر وویل دا ډول کسان به هیڅک� �ه خپلو موخو ته ونه رسیږي ولسمشر ځوانانو ته وویل دهیواد دښیرازه کولو راز په پوهنه کې نغښتی ځوانانو ته یې وویل چې دپوهنې په ترلاسه کولو کې ورسره ژمن پاتې شي. وروسته دملي اردو سرتیرو له لوژ څخه دتیریدو او خپلو مشران ته داحترام دوړاندې کولو نمانځنه وکړه. بیا دپوهنې تنکیو زده کړیالو گامونه دلوژ له مخې تیر کړل او ورپسې گڼو ټبرونو او میشتو قومونو خپل قومي لمانځنې وکړې. غونډې ته گڼ شمیر کابلي ښاریان هم ورغوښتل شوي وه.  ",دخپلواکۍ ورځ په پرتمینو نمانځنو وویاړل شوه. 4325,," په كراچي كي د امريكا د قونسلګرۍ مخته د ځانمرګي بريد په تور ۶ شكمن كسان نيول سوي دي. د كراچي پوليسو د دغو كسانو د نيولو پخلى كړى.د جنايي پوليسو چارواكي وايي د څېړنو پر وخت د بريد كوونكي هويت پېژندل سوى دى او نوم يې طاهر محمد وو.د روان كال د م ارچ پر دوهمه په كراچي كي د متحده ايالاتو د قونسلګرۍ مخته ځانمرګى بريد وسو چي له امله يې د قونسلګرۍ كا� �كوونكى او څلور تنه مړه سول.دا چاودنه په هغو ورځو كي سوې وه چي د امريكا ولسمشر بوش پاكستان ته سفر كاوه، چارواكي وايي نيول سوي كسان د جيش محمد د سخت دريځي ډلي غړي دي او دا ډله له القاعده شبكې سره هم اړيكي ل� �ي. ",د امريكا پر قونسلګرۍ د بريد په تور ۶ كسه نيول سوي دي 4326,,"   نن دفلسطين په رام الله كې دف� �سطين مرستيال لومړی وزير او دښوونې وزير ناصر الدين شاعر په خپل كور كې داسرائيلو له لوري ونيول شو او زندان يووړل شو. نوموړی دحماس له مشرانو ګڼل  كيده او دهغې لړۍ ښكاري شو كومه چې اسرائيل دحماس دمشرانو دنيول په سر راولاړه كړې. وصفي كبها دفلسطين دبنديانو په چارو كې وزير خبرې ناستې دنوموړي دنيول كيدو خبر غندلی او له اسرائيلو نه دټولو وزيرانو دخوشې كيدو غوښتنه يې كړې.  ",دفلسطين مرستيال لومړی وزير اسرائيلو ونيوه. 4327,," ", 4328,ليکونکی : حبيب اله غمخور," لاتر اوسه يې ماغزه پر کرا� �ندي        چاچې زماسره وهلی سرپه سنگ دی لا په خوب کي په لړزه پريوزي له کټه      چې دچاتر غوږو زما دتوري شرنگ دی ليکونکی : حبيب اله غمخور  درنو هيوادوالواودقدروړلوستونکو سره لدې چي دا ۲۷ کاله کيږي زموږ دهيواد دخپلواکۍ لمر يزه څيره دپرديودسياسي اوپوځي تاثيراتو ترسيوري � �اندي  راغلې ده او همدا اوس هم  زموږ هيواد ددبهرني تړاوپه مختلفومرحلو کې قرارلري بيا هم دهغه ملې غرو� �اوخپلواکۍ سره دزياتي علاقې له مخي چې افغان ولس  يې لري  دادۍ  يوځل بيا پدغه ستونزمنو حساسو اوسوال بر انگيزه شرايطو کښي  په هيواد کې دننه اوله هيواد نه بهر افغانان   په زياتو خوښيو سره سږ کال يو ځل بيا دخپلواکۍ دتر لاسه کو لو نه هېرېدونکې خاطره  د((اوه اتيايم )) ځل لپاره په خپلو يا دونو کي دخوښيو دمحفلونو په جوژولو کې  را تازه کوي  . له وخت نه په گټه اخيستلو کي ځان دافغان ولس سره پدغه خوښۍ کې شريک بولم اوپدې وسيله دنړۍ په هرگوټ کې چي افغان اوسې  دمبارکۍ او نيکو هيلو په وړاندي کولو سره هيواد اوبشريت  ته دچوپړ پلار کې دلازياتوبرياو هيله کوم گرانوهيوادوالو هغه پخواگټلې خپلواکی مومبارک اوياد يې نيکمرغه  ! ! !  تاريخ ددې شاهد دۍ چي دا مغرور ملت هيڅ وخت دنړۍ يوه زبرځواک ته هم دغلامۍ سر ندۍ ټيټ کړۍ . که څه هم افغانستان پداسي يو ه سياسي څولور لاري کي پروت دۍ ،کله چي دنړۍ هر غاصب  غوښتی په دغه سيمه  کې پر ولسونو تيرۍ وکړی نوهرومروئې  زموږ پاکي خاوري ته يې يو ځل خپل کرغيړن مخ را څرگند کړی  دی . دا چې بيا يې دغه پر � �زادۍ مين ملت پزه په مځکه څومره ورمښلې ده،زموږ دهيوادوياړلی  تاريخ دافغان ولس دداسي قهرمانيو زياتي افسانې  له ځانه سره لري . انگريزي  استعمارگرو دخپل سياسي حاکميت دټنگولو،په سيمه کې سياسي اوا� �تصادي موخوته رسېدو لپاره زموږ پر مقدسه خاوره درې ځلي  حملي کړيدي ،خو يو ځل هم پر دې ندي بريالي شوی چې زمور پر خاوره دزياتي مودي لپاره  خپل بشپړ سياسي  واک قايم او دايم کړي (   ۱۸۳۹  ،۱۸۷۹،۱۹۱۹) .     له يوې خواداستعماري زبرځواکو په مقابل کې دافغان ولس مقاومت اوله بلي  خوا په نړيواله کچه دلومړۍ جهاني جگړي په پايلو کې دمځکي پر مخ دسرمايدارو هيوادو ترمنځ داروپايي هيوادوپه اړيکو اوددوي په سياست کې  داستعمار ددوام په خاطر کوټلې تغيرات رامنځته شول ،په پخوانۍ تزاري روسيه کې کمونست گوند سياسي واک ترلاسه کړ ،دغه گوند دخپلو سياسي موخواوکړنلاري په اساس په ټوله نړۍ کې تر استعمار لاندي هيوادو دخپلواکۍ دحق دترلاسه کولو په خاطر خپل حمايت تر استعمارلاندي ولسونو دآزادۍدحق ترلاسه کولوپه خاطر  اعلان کړ . په حقيقت کې له همدغه ورځې دنړۍ پر مخ دساړه جنگ خښته کښېښودل شوه يعني نوي شوروي جوړشوي هيواد چې مشری ېي دکمونست گوند پلاس کې وه دمځکې پر مخ دټولو هغو هيوادو خلک  دخپلواکی دترلاسه کولو په نامه جگړې ته راوببل کوم چې دانگلستان او نورو اروپايي هيوادو تر سياسي او پوځې ولکې لاندي يې ژوند کاوه . دافغانستان لپاره دنړۍ په کچه دغو تغيراتو زيات ارزښت درلود ځکه په افغانستان کې دخپلواکۍ دجنبش مشرانو امکان تر لاسه کړ چې دانگليسي استعمار گر قوت په مقابل کې دشوري اتحاد لخوا ملاتړ لاسه کړ ې ، اوپدغه مرحله کې افغانان نور له شمالي گانډي څخه دتيری اوح ملي ډار نه درلود .  د ۱۹۱۹ کال دآزادۍ دتر لاسه کولو جگړې دابد لپاره پر افغانستان باندي دبهرني استعماري زبرځواک سلطې ته دافغان دميړني ولس  دستر او غښتلي بچي اعلحضرت امان الله خان په مشرۍ   دپاي ټکۍ کښيښودل شو. که څه هم افغان ولس دامير حبيب الله خان دسلطنت په دوران کي دا پرېکړه کړې وه چي انگريزان به له خپله هيواده شړي ،خو دا پروسه هغه وخت غښتلې شوه کله چي دغازي امان الله خان  د پلار حبيب الله خان تر وژل کېدو وروسته  دهيواد دمشرتابه واگې ځوان روڼ اندي امان الله خان ته چې دهيواد په روشنفکري سياسي حلقواو� �ومي مشرانوکښې يې پوره محبوبيت درلود وسپارل شوې  .  هغه وخت هم افغان ولس انگريزي استعمار ته دنفرت په سترگه کتل خو امير حبيب الله  خان خپل پاچاهي کول دآزادی ارزښت ته  ځکه نه ومتوجه چي له يوې خواانگريزانو کوښش کاوه هغه پدغه خپله دپردو ترسياسي سيوري لاندي پاچاهۍ کې خوشحاله وساتی،اوله بلې خوا هغه  خپله هم  زيات عمر په خوښيو ،عيش او عشرت کې تيراوه ، په دربارکښي يې اروپايي او شرقي  پادشاهانوکړو وړودرباري بيلگې له ورايه ليدل کېدې خوددغو ټولو لگښتونو مصرف بيادافغان ولس پرغاړه يودرند پېټۍو،دغه حالت  دپاچا او خلکو تر منځ واټن زيات کړی وخلک له پاچانه خوښ نه و. دامير حبيب الله دغه ځان پېژندنه اوخلکو سره ناوړه سلوک ،دبهرنيانوپه ځانگړې توگه له انگريزانو سره دده ډير نږدې اړېکې ددې لامل وگرځيدل چې د۱۹۱۹دفبوري په ۲۱دلغمان دکله گوش په سيمه کې  چي دهغه  دژمنۍ ښکار ځاي و دنامعلومو کسانو لخواپه مرموزه توگه ووژل شواو خلکو هم دهغه  دمرگ په هکله کوم کلک غبرگون  ونښود . دامير حبيب الله خان تر مرگ وروسته د۱۲۹۶ هجري شمسي کال دحوت په نهمه نيټه   دکابل دښار د عيدگاه په جامع جومات  کي دجوړې شوې لويي غونډي  په طرځ کښې دځانگړو مراسمو له مخې  دامان الله خان پر سر ده پادشاهۍ تاج کښيښودل شو اوله همدغي نيټه نه هغه  دافغانستان پاچا اعلان شو . آمان الله خان پخپله لمړنۍ ويناکي وويل : اول : زه دافغانستان  ټولو خلکو ته دا اعلان کوم چې ما دا تاج دافغانستان دکورنۍ او بهرنۍ آزادۍ په خاطر پر خپل سر کښېښود ،زماغوښتنه ستاسو شريفو او پر آزادۍ مينو خلکو څخه داده چې تاسوبه پدي لار کې زما ملاوتړۍ او مرسته به راسره  کوۍ  . دوهم  : زه به هرومرو دخپل پلار قاتلا ن پيداکوم . دريم :  دافغانستان په اوسنی شاته پاته ټولنيز او اقتصادي  نظام کښې به نوی بنسټيز  او مثبت تغيرات راځي . امان الله خان  دانگريزانو پر خلاف دکابل ښار اوسيدونکو او نورو افغانانو ته په جرگواومرکو کښې  دانگريزانو  دشومواو استعماري  موخو په هکله چي غواړي زموږ پاکه خاور تر خپلي استعماري سلطې لاندي را ولي په وار وار تاريخي ويناوي کړيدي  او افغان ولس يې دخپلواکۍ دتر لاسه کولو په خاطر دانگريزانو پر خلاف مبارزې  اوسرښندني ته  رابللۍ دۍ .  هغه دکابل دښاريانو هغې لويي غونډي  ته  په خپله يوه وينا کې وويل  : زه ځان د خپل هيوادکورنۍ اوبهرنۍ  استقلال  اعلا ن نوم  . پسله دېنه موږ  دنړۍ دنورو هيوادونو پشان يو آزاد او مستقل ملک يو ؛ هيچاته به په هيڅ ډول  دا حق اواجازه ورنکړو چي زموږ په کورنيو او بهرنيو چاروکي لاس ووهي او يا مداخلې ته زړه ښه کړي  ؛او که بياڅوک ځان ته دا جرات ورکړي سر به يې پدغه توره  چې له تېکي يې راويستل ورپرې کړم  او مخ يې د انگليسانو سفيرته چي پدغه غونډه کي ناست و ور واړاوه او ځني ويې پوښتل  : ايا پوه شوې چې ما څه وويل ؟ هغه په زياته وارخطايي اوپه آدب دسرپه ټيټه ولوسره وويل  : بلي صاحب  پوه شوم   .  داوه هغه وينا چې دافغان ولس دغيرت وينه يې نوره هم پر جوش راوستل دهيواد لوي او واړه ، ښځي او نارينه، په ميړانه او صداقت س� �ه   پر وطن اوخپلواکۍ مين  پاچا شاه آمان الله  شاته ودريدل . امان الله  خان د۱۹۱۹م کال داپريل په ديارلسمه نيټه  دخلکو لويي  غونډې ته په تاريخي ويناکښي يو ځل بيادخپلواکی اعلان تازه کولو س� �ه خپله کړنلاره چې په هغه کښي دفردي  آزادیو اوبرابری تامين ، دظلم ،استبداد اورشوت پر خلاف مبارزې  زيری خلکو ته ورکړ ،داپه حقيقت کې دخلکوهغه  غوښتني وې  چې پدغه برخه لیک ټاکونکی وخت کښی دآمان الله خان لخوا اعلان شوې . پروفيسر لودويک آدمک پدې مورد کې ليکې: کله چې آمان الله خان دسلطنت پر چوکۍ کښيناست په کابل کې سياسي فضا کاملأ اوښتې وه ،ددموکراسی او ملت غوښتني احساسات په روڼ اندواومذهبي پوهانو کي  راپارېدلي وه نورو مثبتو  اندېښنو اود سوسياليسم تفکر دافغانستان خاوري ته لار پيداکړې وه  سراج الاخبار دملت غوښتني نوي اندېښنود رواجولوپه لارکي ښه رول ولوباوه .امان الله خان دهند  وايسرا دروسي ،جاپان امريکامتحده ايالاتو،فرانسې اوترکې مشرانوته په ځانگړو لېږل شوو ليکونو کښې افغانستان ديوه مستقل اوخپلواک هيواد په توگه معرفي کولو سره دهغوي څخه ددوه اړخيزودوستانه  دولتي مناسباتو اواړيکو دټينگولوپه منظور دنوو م عاهدواوتړونودلاسليک کېدوغوښتنه شوې وه  . دآمان الله خان  ځانگړي استازی محمد ولي خان ددولتي هئت په سر کې شوروي روسې اوځيني اروپايي هيوادو ته سفروکړ،ددغه سفر په پايله کې شوروي لومړۍ هيواد وو چې د۱۹۱۹م کال دمارچ دمياشتي په ۲۷ نيټه يې دافغانستان اعلان شوې خپلواکی په رسميت وپېژندل . البته داپداسي حال کې وه چې انگ� �يسانولادافغانستان  خپلواکي نشوه منلاي اوپدي هکله يې کومه پرېکړه نه وه اعلان کړې   .  انگ� �يسانو په يوه او بله بهانه  دافغانستان دخپلواکۍ دپه رسميت پيژندلو پروسه ځنډول ،او سياسي مانورونه يي اج� �ا کول . لودويک آدمک پدې هکله څرگندوي : "" دبرتانوي هند حکومت داچې افغانستان استقلال  ديوه څرگند حقيقت په توگه ومني يارد کړي حيران پاته وتر ډيره وخته يي پردغه ټکي په تکرار سره پا فشاري کول چې د افغان او انگليس تر منځ لاسليک شوې  معاهده له هغه تعهداتو څخه عبارت دي کوم چې دشخص امير حبيب اله سره لاسليک شوی دي ځکه يې تلاښ کاوه چي داآمان الله خان ددغه غوښتني څخه چې نوې معاهده امضأ شي جلوگيري وکړې "" شاه امان الله د پادشاهی، په اعلان سره دخپلواکی مسله دخپلو خلکو داراد ې اوغوشتنې له مخي مطرح کړه ،يوځاي دخپل ولس ددولتمدارانو  په هيواد کښي دپوهو اوروڼ اندواومشروطه خواهانو ،په مرسته په مېړانه اوشهامت سره دنووکارونوپلي کول پيل کړه ؛ داميرآمان الله خان له خوا ددغوخپلواکو حرکتونوداجرأ کولوپر اسا س په څرگنده توگه ويلاي شو چي په رښتيا س� �ه  له هغې ورځې نه کوم  چې د ۱۹۱۹ کال دفبروري په ۲۳ نيټه آمان الله خان دافغانستان دپاچاپه توگه اعلان � �و،دهيواد خپلواکی مرحله پيل شوه . ځکه دده په هغه لومړۍ ويناکښي افغانستان ديوخپلواک اومستقل هيوادپه توگه  اعلان شو ،امانالله خان په خپلو ټولو خبره کې افگانستان دمستقل هيواد په نوم ياداوه اوله بلې خودهر بهرنی هيواد سره په اړېکو،دليکونو او استازوپه لېږلواوتبادله کښې  يې دغه ټکي ته ځانگړې پاملرنه کوله  .     امان الله خان  دانگيزانو پر ضد خپل سياست ورځ په ورځ دافغان ولس دمشروطه غوښتونکود� �ومړۍ ډلې  په ملگرتيا نور هم پياوړۍ کاوه .  او د۱۹۱۹ م کال دمۍ دمياشتي په دريمه نيټه يې دهيواد دمختلفو � �ومونو څخه  ۶۰ زره نفرو  هغه وسله چي په لمړۍ  او دوهمه جگړه  کي دانگريزانو څخه دتيښتي په وخت کي پاته شوې وه را واخيستل د څلورزره توپچي قواو په گډون  يې دخپلواکۍ دگټلو لپاره دهيواد جنوبي او جنوب غربي محاز په لور  دانگريزانو سره ددريم اووروستي ځل لپاره دجگړې ډگر ته روان شول ؛ دې ميړني ولس دانگريزانو هغه ۷۵۰ زره کسيز تربيه شوي اوتر غاښو مجهز قوت ته  چي دهوا له لاري هم دنظامي الوتکو لخوا حمايه کيده داسي م اته ورکړه چي دماتي افساني يې دنورو بهرنيانو لپاره تر اوسه دعبرت درس دۍ . دافغان قهرمان او غښتلي ولس جانانه سرښندنه وه چي دنړۍ هغه  ير غلگراوځبېښاک گر يي پر گونډو او اوربند ته حاضر کړ ،کوم چي دسلطنت په قلم رو کښي يې لمر نه ډوبېده . دا مغروره ځواک دهمدغه کال دجون دمياشتي پر دريمه نيټه دسولي او خبرو کولو هغه  کنفرانس ته   حاضر شوکوم چي  په تاريخ کي  يې دراولپنډۍ دسولي دکنفرانس په نامه شهرت وموند. تر هغه و� �وسته دسولې دخبرو دوهمې  مرحله په پايله کې چې داخبري هم  په لاهورپنډۍ کې پرمخ بيول کېدې د۱۹۱۹ م کال  داگست په ۱۸ نيټه  دراولپنډۍ دسولي معاهده چې په حقيقت کې دافغانستان دخپلواکۍ دپه رسميت پېژندل وه لاسليک � �وه ،دافغان دباتوره بچي غازي امان الله خان تر قيادت لاندي د۱۲۸۹هجري شمسي کال داسد په ۲۸ نيټه چې د۱۹۱۹ زکال چي داگست له ۱۸ نيټې سره سمون خوري انگليسانو دافغانستان کامله آزادي او خپلواکي  په رسميت وپيژندل . افغان ولس اولين خلک وه چي په اسيااو سيمه کښې دنړئ هغه زبرځواک چي د امپرطوری په قلمرو کښي يې لمر نه ډوبېده گونډه کړ اوخپله خپلواکی يي په ومنل .  بايد داټکی له نظره ونه غورځول شي چې دانگليسانو اوافغانستان دخپلواک هيواد تر منځ دپخوا پيل شوو خبروپه دريمه دور ه کې چې داځل دکابل ښار دخپلواک افغانستان په پلازمېنه کابل ښارکې رواني وې  د۱۹۲۱ م کال دنومبر په ۲۲ نيټه ددواړو هيوادو يعني افغانستان او برتانوي هند ترمنځ هغه تاريخي معاهده � �اسليک شوه چې په حقيقت کښي يې دافغانستان دخپلواکۍ دپه رسميت پېژندولو باندي ددوهم ځل لپاره دتصديق مهر لگولو معنادرلوده . ددغې معاهدې پر اساس دافغانستان اوانگليستان تر منځ هر اړخيز اوله هغه جملې سوداگريزمناسبات بر� �رار شول .   دهغو باغيرتو ، پر وطن او خپلواکۍ مينو افغانانو روح دي ښاد وي کوم چي دژوند تر وروستۍ � �هظې پوري يې دآزادۍ دتر لاسه کولوپه خاطر سر ورکړ خو سنگر يې دښمن ته پرې نه ښود.وياړ پداسي پلرونو او نيکونو! دجهان تاريخ شاهد دۍ چې افغانانودخپلي خاوري دخپلواکی ددښمن سره دجگړې  په ميدان کي خپله قهرماني  ټولي نړۍ ته وښودل ، ټوله نړۍ  دافغانانو دغه ميړاني ته  گوته په غاښ ونيول .  له بدمرغه پر همدغوپه جگړه کې ماته خوړونکو بيا دسياست په ډگر کي داسي وبايلل چي دافغان ولس دستر بچي پرخلاف  یې  دناروا تهم تونو په پايله کي  هغه وطن پرېښودلو ته مجبورکړ . هغه متل ډير پرحق دی چې وايي : (( افغان يي په توره گټي خوپه سياست کې يې بايلي )) . په ۱۳۸۳لمريزکال دزمری دمياشتي په ۳۱ نيټه دافغانستان دسياسي خپلواکی دبيرته گټ� �واوغازي امان اله خان دواکمنۍ د۸۵يمي کليزي په مناسبت  په جرمني کښي ((غازي امان الله خان  - دافغانستان دخپلواکی ستوری ))په نامه جوړشوي کنفرانس کې دغازي امان اله لور اغلې هنديه دافغانستان  اودامان اله خانزوي ښاغلي شهزاده احسان اله په خپلو ويناو کې دخپل پلار امان اله  دهغي ميني اوعلاقي په هکله دکنفرانس گډون کونکو ته معلومات ورکړ چي هلته دلوي او واژه ،ځوان او سپينږري تر سترگو اوښکې دباران دڅاڅکوپه دود توئيدې . متاسفانه داغميزه او تير وتنه يوازنۍ دبايللو بيلگه نده ؛ تاريخ دافغان ولس ډيري زياتي  داسي ناوړه ناکامۍ  تيروتني اوغميزي په خپلو پاڼو کي له ځانه سره ثبت کړي دي . دايوڅرگند حقيقت دی چې اامان الله خان دهيواد دپرمختگ او ترقی سره علاقه درلوده هغه غوښتل چې افغانستان دنړئ دنوروپرمختللو هيوادوجوگه شی ،و� �س  ژوند يې له اقتصادي اوټولنيز پلوه  ژوند د ښيرازاوبسيا وي . هغه دعلم ، عرفان تعليم اوتحصيل سخت پلوی و اوغوښتل يې چې دافغان ځوان نسل دهغه وخت اوزمان دټولو تحصيلې او تعليمي امکاناتو څخه بهرمند شي ،هغه دبنسټپالی اوشاته تگ منځنيو پېړيو ناوړه دودغوښتنواو دوديزو سرجوړنه و،امان الله خان دټولو مالي امکاناتو اوخلکو دمرستو څخه په  پراخه استفاده کولو  سره زيار ايست  تر څو په هيوادکي زيات شمير ښوونځۍ جوړي شې . هغه  دهر ډول ستم او توپير غوښتني سره مخالف و ،هغه ته  دمختلفو قومونواو مختلفو مذهبونو پيروان  گ� �ان  وه ، اودهر پوه اوعالم درناوی يې کاوه ، دبيلگي په توگه کله چې ډاکتر غني خان دامير حبيب اله خان تر وژل کېدو وروسته پسله يولس کاله دارگ له  زندان څخه راووت ،(۱۲۹۸ش) په ډيره درناوي سره يي هرکلی وشواودامان افغان جريدې دده دازادی خبرپه ډيره خوښی سره خپور کړاودافغانستان په پوهنه کې يې دده دخدمتونودادامي غوښتنه وکړه .هغه په ټولو مذهبې مراسمو کې فعال گډون درلود اوخلک يې ملي يووالی اودهيوادجوړوني ته هڅول ،هغه پدغه ټکي ډير ښه پوهېده چې بيله فردي آزادي ،دمطبوعاتوآزادی دموکراسی اونوروټولنيزو آزاديو څخه اصلأ ژوند کوم مفهوم نلري  . دهغه دسلطنت په دوران کې زموږ په ټولنه کې کيفي تغيرات پيل شوه دهيوادپه تاريخ کې دلومړی ځل لپاره دسياسي نسبي ازاديوددولت اوخلکو تر منځ په اړيکو کې دشخصي مسونيت امکانات برابر شول  ،دمسلکي لوزده کړو� �پاره افغان زلمي بهرته ولېږل شوه .  دهيواد لومړی اساسي قانون د "" نظامنامهً اساسي دولت افغانستان "" ( دافغانستان ددولت اساسي نظام نامې )  په نوم په ۱۹۲۳ م کال داپريل په ۱۹ نېټه په تاريخي لويه جرگه کښي تصويب شو .  ا مان الله خان په زياته علاقمندی سره غوښتل دپخواني زاړه قبايلي اوملک التوايفي  نظام دج� �ړوپه ابستلوسره دنوي معاصر دولتي سيسټم  بنسټونه ټينگ کړې ،  دمشروطه خواهانواوعامو خلکو په ملاتړئې وکولاي شول ډير ژر افغانستان په نړی کې ديوه مطرح هيوادپه توگه وپېژندل شي . په زيات افسوس او خواشنی س� �ه  بايد څرگنده کړم چې  دافغانستان دخپلواکۍ ، آزادی اوپرمختگ بهرنيو  دښمنانودخپلو هغو عقدوپه ترس� �ه کولو سره  چي دافغانستان دخپلواکی دترلاسه کولو په خاطر يې له امان الله خان  او افغان ولس سره پيداشوی وې زموږ په هيواد کې دننه  دخپلو نوکرانو اوخرڅ  شوو کسانو په وسيله  د ماهرانه او خاينانه هڅوپه پاي� �ه کښې  آماني دولت اونهضت  ته په سقوط ورکولو سره  دهغه پلاس  روښانه شوې شمع دتل لپاره خاموشه کړه . ددې پر ځاي چې هيواد په نړيواله ټولنه کې مناسب ځاي ترلاسه کړی داقتصادي اوټولنيز پرمختگ په لور گړندي او کوټلي گامونه اوچت کړي  پر ټول هيواد دوحشت اوظلمت داسي  تور پېڅول وغوړېد چي آزادهيواد يوځل بياپه تور اوزو� �ونکی زندان بدل شو، دانگريزانو او دهغو دگوډاگيوديوبندي ملايانو په وسيله دافغان ولس داسلامي پاکي سپېڅلي عقيدي څخه په ناوړه اوخائينانه استفادې سره يې له شمالي  تښتېدلۍ مشهور غل اوپه پېښور کې دسماوارچي  په سپينه ورځ دافغان ولس دتاريخي اشتباه اوبې غورۍ په پايله کښي دکابل پر تخت کښيناوه اودغه غله ته يي بېله استح� �اق او وړتيانه  دټولو اسلامي نورومونوخلاف  انگليس صفته ملايانولخوا دخادم دين رسول الله لقب پداسي ح ال کې ورکړه شوچي په يقين سره هغه بيچاره په خپله هم  داسلام له ديني احکامو څخه  چندان خبرتيا نه لرله . که رښتيا ووايو دافغانستان ملي غميزه اوتاريخي تراژيدي  دامان الله خان دسلطنت دسقوط له ورځې نه را پدې خوا پيل شوېده  چي ريښې ئې دادي ترنن پوريه رارسېږې ،اوس هم کله داولس د مذهبي سياسي  بنسټپالو تاج� �و،کله دطالبانو اوکله بيادالقاعدي دبنسټپال اوتروريستي سازمان  ،پاکستاني موليانو،عربي اوعجمي شيخانو او ايراني اخوندانو په منگلوکې دغم داسي  شپې او ورځې سباکوي چي پر چېغو يي په اسامانوکي ملايکې هم دهمدردی او خواخوږی اوښکي تويوي  .زموږ دهيواد غه قسم خوړلۍ دښمن دابې گناه ولس په هيڅ ډول ارام ژوندته نه پرېږدې ،اوس يي هم پرملا او سر لاس ورتيره وې اوورته وايي : ته قهرمان دزمانې يي ،ته داسلام يوازنی مدافع او ساتونکی يې ،  مه پرېږده چي وس دي رسېږې ښوونځۍ سوځوه ،بهرنيان وژنه ،ښارونه ورانوه، په کليو اوښاروکې په خپلو غلچکيو ب� �يدونو او ځان وژنو  بهرنې پوځونه وهڅوه چي ړانده عمليات وکړي افغانان ووژل شي ، تر څو بهرنيا مجبور شي له افغانستان څخه پښې خپلي کړي اويوځل بيا دزورېدلی او کړېدلی ولس دپاکستاني ،ايراني اونوروافغان دښمنو دقدرتو سوبه شي . له بده مرغه دوي ځانونه زموږ په هيواد کې بيگانه نه بولي ،خوموږ بيا ددوي په هيوادو کې  نه يوازي داچې بيگانه يو بکه رښتياومنو تل يي وکرغېړن  حيوانانو په سترگه راته کتلي ،اوپه ټول قوت يي تلاش کړی دی چي زموږ دولس ملې غرور مات کړی ،يوازي يې خپل نوکران او هغه چي ددوي غلامی ته تياروي دخپلوسياسي ،پوځی او اقتصادي موخو دترلاسه کولو لپاره نازولي او دهغوي پوسيله  زموږدغيرتي   ولس سپکاوی کړی دی   . له وطنه د  غازي امان الله خان تر تگ وروسته  نږدې  اوليري پرتو بهرنيو دښمنانو يوه لهظه هم دا ولس پر ا� �امه ندۍ پرې ايښۍ . تل يې زموږ په کورنيو چارو کي مداخلې کړي  ،موږ ته يې رژيمونه او درژيمو چارواکي ټاکلي دي ،متاسفانه دبهرنيانو په وسيله دتقرر او تعزل  دا لړۍ همدا اوس هم  پخپل ټول قوت سره روانه ده . له م وقع نه په استفادې سره غواړو افغان ولس پام دغه ټکې ته راواړوم  : دا وطن پدغه خاوره کي د ټولو اوسيدونکو قوم ونو ، مذهبونو او ژبو ويونکوافغانانو گډکور دۍ ،او پرټولو فرض ده چي دا ټاټوبۍ پخپله او  خپلو ملي  ام کاناتو سره له دغه زړه بوږنوونکی  حالت نه راوباسي  . دلته موږ او تاسو کړيږواو زورېږو، بهرنيان پر ټولو مرستواوعلاقه  سربيره نشي کولاي زموږ سره دستونځو دحل په لاره کښي   تر څو چي موږ يې خپله دحل ليوا� �  نشو لازمي مرستي اوهمکارۍ  وکړي . اخير تر کومه بايد افغان ولس په خپل ټاټوبی اوکورکې  داسلام دپاکي اومقدسې عقيدې څخه دناوړې استفادي کوونکو پرديولاس پوڅو پوسيله د بل شوی  اورپه لمبو کښي وريت شي ؟   افغان ولس بايد دا هوښياري او توانايي  ولري چي خپله  روښانه راتلونکې پخپله وټاکي . دا دپرديو په لمسون اوسنۍ دښمنۍ اوټولنيز تاوتريخوالۍ ،ځان وژني سوځوني ،خرابی او اويرانی  بايد تر کومه دوام ولري ؟ دنړۍ ټول مسلمانا ن بيله سوماليا اوسودان څخه خپل هيوادونه جوړوي له اروپا يي اسيايي او ام� �يکايي پرمخ تللو هيوادو سره دعلم ،تخنيک اواقتصادي پرمختگ په برخوکي سياليو ته ځانه جوړوي ،مگر موږ دخپل دخټو کورهم نه پرېږدو چې وران يې نکړو ،زماپه نظر دااسلام اوافغان دوستي نه بلکه لويه تيروتنه اوپه حقيقت کي دهغه دښمن دحوسونو رښتياني پلې کوونکی او قربانيان يو چې يوه لهظه دافغان ولس له ارامۍ او سوکالۍ سره علاقه نل� �ي  او په هيڅ صورت نه پرېږدی چې په افغانستان کې داسي يوغښتلۍ قوي پر خپلو پښو ولاړ دولت جوژړشي کوم چې بيا وکولاي شي خپل حقه اوروا حقوق له همسايگانو څخه وغواړۍ .  راشئ پر دغه ټکي اتفاق اوغيرت وکړو چي ځانونه اوهيواد، دپاکستاني ،ايراني اونوروعربي اوعجمي هيوادو له غلامۍ نه خلاص کړو . دادشرم خبر نده چي دا۲۷کاله م وږ ونشوه کولاي په خپلو کې سره جوړ او خپلي  کورنۍ    په پاکستان او ايران کې  حتادلته پدگه طلايي� �فس اروپاکي له بدمرغيواو زليل ژوند څخهوژغورو،که مو دغه کار ته ملاوتړهله په رښتياسره به موددخپلو نيکونو پلرونو  او خپلواکج دلاري دشهيدانو روح په قبر کي له عزاب څخه ساتلې وي .   داچې دسياسي ، مذهبي ،ژبني ،قومي اوسيمه ايزو  نارواگټو او دولتي واک دتر لاسه کولو پر بنيادغواړي زموږ په هيواد کي دولسونو ترم نځ  داختلاف او دښمنۍ ديگدان  دومره گرم  وساتۍ چي يوازي افغان پکښي سوځي  زموږ دغمځپلي ولس  هيڅ يو درد هم  نشي دواکولاي  .     دپښتنو ستر مشرارواښادپاچا خان  څومره ښکلي  ويلي دي  : راځۍ چي يو کېږو، گنه ورکېږو .  په رښتياسره زموږ ولس هغه وخت پر دښمن غلبه پيداکړې اودهغه سريي ورپري کړئ دی  چي په يولاس ،يواواز ،يوه اراده يي ددخپل هوښيار ملي زعامت تر لارښودنه لاندي حرکت کړی دی .  پدي هيله چي زموږ ولس هم دخپل وطن سره رښتيانی مينه ،هيوادجوړونه اودخلکولپاره دهوسااوبسياژوند دش� �ايطو اوامکاناتوبرابرولو لاري چاري که نور نه کيږي له پاکستاني ،ايراني او عربي شيخانو څخه زده کړی  . ددي خبرې اوشعارپه ناوړه پايلو پوره پوه شي چي ورانی او وژنه په هيڅ ډول داولس نشي خوشبخته کولاي اونه به هيڅ کله موږدنړيوالو جوگه شو .افغان خوهيڅکله غلام نه و؟؟؟ اوس به شرم  نه وي  په  هرپاک اوناپاک نامه چې وې   پر خپله غاړه دپردودغلامی تناو پرېږدو؟؟؟؟؟؟؟؟؟.    فکر کوم تر دغه لوي شرم اودراتلونکی نسل دپيغور لامل به بل هيڅ شۍ نه وي !   دآزادی اوخپلوکۍ دلاری دشهيدانو اوقهرمانانو پاکي روح ته ددوعاپه ليږلو سره دلوي څښتن له درباره افغان زورېدلي ولس ته دهوسا اوبسيا ژوند اوخپل راتلونکی  ته دجگړې بديل  دمعقولي لاري دلټولو داحساس  پيدا کېدوغوښتنه کوم .  پاي     ۲۰۰۶.۰۸۱۷    سويډن    مالمو ..............................................................  ددې مقالې دليکلو لپاره دلاندي ع� �مي اوتاريخي اثارو اوياداښتونو څخه گټه اخيستل شوېده : ۱/ مير غالم محمد غبار  افغانستان درمسير تا� �يخ . ۲/  علامه مرحوم عبدالحۍ حبيبي تاريخ مختصر افغانستان . ۳/ علامه مرحوم عبدالحۍ حبيبي  جنبش مشروطيت در افغانستان . ۴ / پوهاند عبدالحۍ حبيبي په افغانستان کې دمشرطيت غورځنگ  ،پښتو ته دعبدالقيوم حکيمزی ژباړه . ۵/ کانديد اکادميسين محمد اعظم سيستا نی علامه محمود طرزي  شاه امان اله وروحانيت متنفذ . ۶/ غوث  خيبري  پښتانه دکلتوري ښکيلاک  په زنځېرونوکي . ۷ / محمد ولي ځلم ی  دافغانستان اوروسيې دسياسي روابطولنډه تاريخچه  . ۸/  دشوروي عالمانو گډ معلوماتي او تاريخي اثر (( دنړۍ هيوادونه )) په روسي ژبه  ۱۹۸۸م کال  . ۹/ پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ دپاچا آمان الله واکمنۍ ته يوه نوې  کتنه  . ۱۱ / سيد رسول  نگاهي به عهد سلطنت اماني  ۱۲ /  يوري کوزنتس جنگ وجاسوسي درکابل : چپاولگران ازبازي خارج مي شوند ۱۳/  دښکلا مجلې کال گنه ۱۴/ همدا ډول له افغان � �سالي ، دعوت ،زرنگار ،کيوان ، مردم افغانستان اوگوربت له مجلو اونورو ياداښتونوڅخه استفاده شوېده .   ",غازي امان الله خان دافغانستان دخپلواکۍ ستوری 4329,د ډاکټر عبدالباري ژباړه," لاندي مرکه د جرمني د شپيګل اوونيزي خپروني د ٧ /٨/٢٠٠٦ نيټې په ٣٢ ګڼه کي خپره سويده د ډاکټر عبدالباري ژباړه "" خطرناکه فتح القريب "" په افغانستان کي د ملګرو ملتونوخاص استازی ټوم کونيګز(Tom Koenigs) د طالبانو د پياوړتيا، د مخدره موادو په وړاندي مبارزې، او د پاسه ديموکراتيک کولو د خطر په هکله   کونيګز  ٦٢ کلن او د جرمني د کُلن  د ښار په يوه بانکداره کورنۍ کي لوی سوي دئ . ده په  ١٩٧٣ کال کي د پلار د م يراث خپله برخه د اخيستلو سره سم د ويټکانګ او چلي و مبارزينو ته ور بخښلې  وه. د ١٩٨٣ ع.م. کال راهيسي د ( جرمني) د شنو دګوند غړئ دئ،  د ١٩٩٣ کال څخه تر ١٩٩٧ کال  پوري د فرانکفورت  د ښاروالۍ خزانه دار وو، او د ١٩٩٩ څخه تر ٢٠٠٢ کال پوري په کوزوو(Kosovo)  کي د ملګرو ملتونو د ادارې مشر وو.   شپيګل: ښاغلی کونيګز، آيا په افغانستان کي په واقعي توګه د وضعي د ثبات هيله کيدلای سي؟ کونيګز:ديموکراسي به هدف وي. خو موږ تر اوسه ددغه هدف پر سيده لار لا نه يوور اوښتي. بل هم داچي غوښتني او اميدونه هم د واقعيتونو څخه ليري وه. شپيګيل: ولی: کونيګز: چي ساده ووايم، بيخي لوړ وه، په ٢٠٠١ کال کي، يعني پر طالبانو د بری وروسته  په هرڅه ښه پيل وسو، خو دبده مرغه چي نړيوالي ټولني د سړيو او روپيو په سپما لاس پوري کړ، دمثال په توګه دا د پوليسو د چارو په بيا جوړونه کي . شپيګل: دا شپږ مياشتي کيږي چي تاسي په کابل کي د م� �ګرو ملتونو استازيتوب کوی، آيا په دغه وخت کي وضعه نوره هم خرابه سويده؟  کونيګز: هو؛ د کال په پيل کي دغه ګڼل کيدله چي د طالبانو چاره دي تر هر څه دمخه د پوځي لاري ور وکړل سي، مګر اوس موږ پوه سولو چي د يوه سم پاڅون سره مخامخ يو او هر څونه چي هر يو دغه درک کوي، هغونه به ښه وي.   شپيګل:  ددې پر ځاي چي په هيواد کي دمستقرو شرايطو راوستلو ته پام وسي، د "" ټرور په وړاندي مبارزي "" ته ډير اهميت ورکول سوی وو؟ کونيګز: پوليس او اردو دواړه ضعيف دي، دغه پوښتنه را منځ ته کيږي چي ولي طالبان اوس په بعضو سيمو کي بريالي کيږي ؟ دا په دې خاطر چي دوي خلګو ته د امن او عدالت وعدې ورکوي، د هيواد په جنوب کي دغه دواړه نسته. هلته  داسي ولسوالۍ سته چي د خلګو شمير يې يو لک نفرو ته رسيږي خو يوازي ٤� �نفره پوليس لري.په دې ډول خو به په باير کي ( چي دجرمني تر ټولو لوی ايالت ، ژ.) لا ګډوډی  را منځ ته سی. شپيګل: نو چاره يې څه؟  کونيګز: چاره يې داده چي افغاني سرتيري او پوليس ډير سي. جرمنی هم بايد د پوليسو د تربيه کولوله پاره کابل ته استادان وليږي. بل هم داچي هلته حکومت د مأمورينو د معاشونو دپاره پيسو ته اړ دئ . تر څو چي طالبان و خپلو ناولو اجيرانو ته تر حکومت څو واره زياتي روپۍ ورکوي، نو د حيرانتيا وړ هم نه ده، چي دغه حال به وي. شپيګل: داسي ښکاري چي په افغانستان کي ياغيان د عراق د پاڅون کونکو څخه ورځ په ورځ زده کړه کوي. کونيګز : زموږ امنيتي سلاکاران وايي چي په رښتيا هم د عراق تاکتيکونه او تخنيکونه کاپي کيږي. لکه د سړکونو پر غاړو باندي د بمونو ايښوول. مګر هغه شئ چي تر هرڅه دم خه د عراق څخه راځي، هغه دغه باور  دئ چي سړئ کولاي سي يو هيواد تل تر تله د بې نظمۍ سره مخامخ کړي. او يا يو حکومت راوپرزوي، او داهغه شئ دئ چي په افغانستان کي يې يا غيان د يوه خطرناکه فتح القريب باوري کړي دي. شپيګل: ائت� �اف بايد په دې هکله څه غبرګون وښيي؟ کونيګز: لومړی، په دې چي خپل تحليل اصلاح کړو. د دې اوسنی خوځښت حاملين يوازي القاعده اود طالبانو پخواني مشران نه دي. په اوسنيو قيام کونکو کي د افغاني مهاجرينو کوچنيان چي د پاکستان په مدرسو کي يې زده کړه کړيده او اوس د خپل هيواد د آزادۍ د پاره جنګيږي. اويا هم په هيواد کي دننه هغه ځوانان دي چي ځانته هيڅ راتلونکې نه ويني. که غواړو چي ددغو کسانو د مقاومت چينه ور وچه کړو بايد ددوي راتلونکې ورسمباله کړو. شپيګل: دا نو وايي"" نان ما به او دوشا "" کونيګز: دا طبعاً اسانه خبره نه ده، خو زه به تاسي ته يو مثال راوړم: که نن ورځ يو سړئ وغواړي چي خپل ځيرک زوئ و ښوونځۍ ته وليږي، نو يوازي د پاکستان مدرسه ورپاته ده، او هلته بيا دغه هلک تر اسلاميستي اغيزي لاندي راځي، چي که بد وختئ، نو طا� �ب ځني جوړيږي. که څوک غواړي چي د اسلاميزم چينې وچي کړي، نو دي ښوونځۍ ورته جوړي کړي، څو دغه ځوانانو ته سمه راتلونکې ور په برخه سي او د اسلاميزم و مفکورو ته ونه ګوري. شپيګل: ددې کار دپاره نو نه يوازي  نوي تګلاري ، بلکه ډيرو روپويو ته هم اړ ياست . کونيګز: افغانستان عملاً د نړۍ پنځم بيوزلی هيواد دئ. خو په کوزوو کي مو د سړي پر سر څلور واره زياتي روپۍ لګولي دي. شپيګل: دا خو لاس په لستوڼي راته پرته ده.... کونيګز: ... دا نږديوالئ يې ددې دليل هم نسي کيدلاي، چي تر نورو راته مهمه سي. د هغو ټروريسټانو ايډيولوژيکي ريښې هم په دغو سيمو کي وې، چي د لندن پراورګاډی يې بريد کړی وو. مطلب دادی چي نړيوال  ټروريسټان  دپناه وړلو او پټيدلو ځای ونه لري. شپيګل: نو له دې امله بايدلويديز ډيره پرمختيايي م� �سته وکړي؟ کونيګز: زه د ختيځ و مرستي ته هم ښه راغلی وايم. بيا هم يو مثال راوړم: هغه داچي په افغانستان کي د نجوڼو په ښوونځيو کي ښځينه ښوونکي  لږ دي، خو په ايران کي به ډيري وي. دوي هم په هغه ژبه خبري کوي، لکه په افغانستان کي چي ډيرئ په ګړيږي. موږ بايد په ايډيولوژيک لحاظ پر خپل طبيعت باندي پوښه کښيږدو  او  د تهران سره ګډي مرستي وکړو. په غه  ډول به مو يوخاص مشکل حل کړی وي. شپيګل:  نو ولي پخپله افغانان نه هڅول کيږي چي لستوڼي را ونغړي؟ کونيګز:  يو مشکل دا دئ چي ديموکراسي د پاسه راغله او اوس هم د لوړي  څخه پر کښته منل کيږي. لومړئ ولسمشر وټاکل سو، بيا پارلمان او وروسته ولايتي جرګې جوړي سوې. همدارنګه واليان او ښاروالان هم د پاسه وټاکل سول. خو هغه څه چي هلته لاندي  په کليو او بانډو کي پيښيږي،د دولت سره اړيکه نه لري. طالبان بيا ب� �عکس د لاندي خوا ( د قاعدې )  خلګ دي شپيګل: ديموکراسي د پاسه راغله، طالبان د لاندي؛ ددې يې نو پاي څه؟ کونيګز: افغانستان هيڅکله يو قوي مرکزي حکومت نه درلود. خو بيا هم اوس جنګسالاران يو څه پر شا ټمبول سوي دي.که څه هم حکومت او ولسمشر په کابل کي ناست دي ، خو د مرکزي حکومت واک ورځ په ورځ په ولايتونو کي وده کوي. دغه اوس اوس ولسمشر د پوليسو نوي � �ئيسان وټاکل يا ئي تأئيد کړل.  د ټولو اتنقادونو سره سره اوس داسي ولايت نسته، چي دده پريکړه يې نه وي منلې. دوه کاله دمخه چا ددې تصور لا نسواي کولاي. شپيګ� �: خو دا خبري هم کيږي چي د لويديز له نظره ولسمشر حامد کرزی د ديموکراسۍ له پاره د اعتبار وړ مبارز نه ګڼل کيږي. دی د پوليسو چاري زړه نازړه سموي او د مخدره موادو د کرلومخ نه نيسي. آيا دی نه غواړي او که يې په وس پوره نه دي؟ کونيګز: موږ نسو کولاي چي د افغاني اصلاحاتو برياليتوبونه په دې اندازه کړو، چي آيا يو يابل اقدام يې زموږ پر طبع برابريږي او که نه. د پوليس د چارو د ريفورم يې موږ ډيرهر کلئ وکړ. د ٨٦ د پوليسو � �ئيسانو څخه موږ يوازي پر ١٤ رئيسانو باندي نيوکه وکړه. اما هغه وخت چي بيا کرزي زموږ څخه په جنوب کي  د پوليسو په چارو کي مرسته وغوښتله، موږ نټه ورته وکړه. اوس پوه سوو چي هغه وخت مو بايد مرسته کړې واي.      تا    شپيګل: آيا کرزئ لا وړ سړئ بولئ ؟ کونيګز: دی منتخب ولسمشر دئ. څوک چي د افغانانو څخه پوښتنه وکړي، چي څوک به (تر ده )  وړ سړئ وي، دوی ټو� �ه چوپ سي. نو دا د يوه سياستوال  دپاره لويه خبره ده. شپيګل: دی اوس د زورورو سره جوړ سوي دئ. کونيګز: په رښتيا هم چي د کرزي هغه انډول ساتنه چي د جنګسالارانو او يو لړ نورو کسانو سره چي شکمنه سابقه لري،کوي ،  و موږ ته يو څه پردۍ ښکاري.خو ده په دې ډول د مرکزي حکومت  واک هم ډير پراخ کړی دئ. شپيګل: اوس  اکثراً دداسي جګړو خبري کيږي چي ګواکي طالبانو ته به پکښې سخت زيانونه وراوړي، آيا ( دطالبانو دغه ماته)  تاسي په اميد کوي؟ کونيګز: زه بيريږم چي دغه به د برياليتوب رپوټونه  نه وي. د طالب جنګياليو ذخيرې پای نه لري.  سړی نسي کولای چي دغه خوځښت په دې ډول مات کړي چي  په لوړه کچه زيان ورواړوي. سړئ بايد ددوی هغه کسان په پام کي ونيسي چي په پوځي او پوليسي لحاظ يې ښه زده کړه کړيده او دفکري نظره پر خپله خبره ټينګ ولاړ دي؛ د دا نو� �و خلګو دپاره، چي مازي په پسې دې، بايد يو پروګرام ورته جوړ کړل سي، چي په ټولنه کي بيرته جذب سي. شپيګل: آيا دغه مبارزه به ګرسره دجګړې دلاري وګټل سي؟ کونيګز: نه، دا ځکه چي په افغانستان کي، د نورو ځايونو په شان،  داسي يو کړکيچ را منځته سويدئ ، چي پر يوه خوا يې اسلامي بنسټپالنه ده او پر بله خوا يې د ازاد ژوند مفکوره ( ليبراليزم) چي پر بشري حقو� �و ولاړه ده. که چيري سړی د فلسطين  يا ايران دا ورستيو انتخاباتو ( ټولټاکنو ) ته وګو� �ي، نو به وويني چي دا ګړئ د  سخت دريځي بنسټپالني پله درنه ده. شپيګل: دې ته به څنګه تغير ورکول کيږ ي؟ کونيګز: تر هرڅه دمخه مهم ه دا ده چي موږ ډيري غلطۍ ونکړو.په عراق کي بايد د بعث ګوند نه واي منع سوی او پوځ يې نه واي منحل سوی . په فلسطين کي د حماس د برياليتوبونوڅخه زده کړه وکړو، چي د فساد په وړاندي مبارزه د حکومتونو د مشروعيت په هکله هم پ� �يکړه کوي. دا خبره هم ډيره سياسي ده، چي ايا يو حکومت پر خپله سيمه پوره واکمني لري او که نه.او که چيري و ټرو� �يسټي ډلو ته د بيرته راتګ، يرغل او يا د زده کړي دپاره ځای وو، نو به  موږ ټوله په يوه وير اخته يو،هر ځای چي يو، که په فرانکفورټ کي يو، که په لندن کي يا په ډهلي او يا نيويارک کي يو. شپيګل: تاسي څنګه کولاي سي چي افغانان د ليبرال (ازادۍ) لاري په ښه والی قانع کړی؟ کونيګز : دا سخته ده! د عبدالرحمن  په موضوع کي مو وليدل چي و عيسويت ته اوښتی وو او له دې کبله د مرګ سزا ورته ټاکل سوې وه. وروسته د ام� �يکې ولسمشر د افغانستان ولسمشر ته  (په دې هکله ) ټليفون وکړ. ده (کرزي)  بيا په خپل وار سره کوښښ وکړ  چي پر قاضي القضات باندي زور واچوي، چي دغه سړی ته برائت ورکړي. تاسي يې فرض کړئ، چي که حامد کرزي و جورج بوش ته تليفون کړی وای او ځني غوښتلي يې واي چي هلته په امريکا کي يو افغان چي امريکايي محکمې په اعدام محکوم کړې دئ ، دمرګه بچ کړي؛ نوبه جورج بوش څه ورته ويلي واي؟ ده به يقيناً دغه ورته ويلي واي چي زموږ قضائيه قوه مستقله ده، دلته دولتي ځواک ويشل سوی دئ! که دغه استدلال افغانان وکړي، نو ولي يې بايد ونه منو؟ � �پيګل: نو لويديز لاس تر زني ورته کښينستلئ واي  ؟ کونيګز: نه، عبدالرحمن هم  را خوشي کړل سو، مګر موږ ته دا هم نه ښايي چي ګواکي هميشه به موږ  پر حق يو. شپيګل: دغه خبره د مخدره موادو په هکله هم سمه بولئ؟ کونيګز: په موږ کي هغه هوښيار لا هم ددې پوښتني کره جواب نه لري. خو يو شئ مو زده کړی دئ، هغه داچي د کروندو او پټيو ويجاړول غلط کار دئ. دغه خښميدلي کروندګر وه چي اوس د طالبانو پر خوا و� �اړدي. شپيګل: دا نو هم د منلو وړ نه ده چي جرمني ځواکونه په شمال کي د ترياکو توليدول په سترګو ويني او مخ يې نه نيسي. کونيګز: جرمني ځواکونه د پوليسو چاري نسي تر سره کولاي. په دې صورت کي به جرمني ځواکونه منځګړيتوب کوي، خلګ به نيسي ،پټي به ويجاړوي، نه دا کار بايد افغاني پو� �يس وکړي. شپيګل: ددوی بار ، � �که تاسي چي وويل، بيله هغه هم دروند دئ. کونيګز: د مخدره موادو په معامله کي خبره پر ډيرو روپيو ده. او همدارنګه پر امنيت هم ده. موږ بايدپه افغانستان کي دډير وخت د پاره د يوه ليبرال او د قانونيت پر بنسټ ولاړ دولت دپاره ځانونه چمتو کړو ، د وضعي خرابيدل او بابېړئ هم دخياله ونه باسو. دا اوس په کابل کي د مخدره موادو و بايانو ته يو بې سارئ عصري او په لوړه کچه خوندي زندان جوړيږي. څرنګه چي ددې زندان د جوړولو پر قرارداد باندي سرونه ماتيدل، نو يوچا ته پټ تر پردې لاندي ورکړل سو. د مرکې پای مرکه چيان: رالف بيسټه او هورانډ کناوپ ( پښتو کوونکی : ډاکټر عبدالباري ) د ويبپاڼي يادونه : په بېنوا ويبپاڼه کي د خپ� �وشويو ليکنو کاپي او بياخپرېدل يوازي د ويبپاڼي دادارې دموافقې ترلاسه کولو وروسته جواز لري ، دبيا خپرېدا پر وخت د بېنوا ويبپاڼي پوره نوم يادول ضروري دي ! "," ("" خطرناکه فتح القريب "") دډاکټر عبدالباري ژباړه " 4330,هارون خپل," راسه  وګوره په سترګودا جهان په څه جهان دیدلته هر څه په تکل کيدلته هر څه په مزل کيدلته يون دلته پاڅون دیدلته بحر دی، موجونهدلته ګرزي په څو ډولهمځکه، ستوري، اسم انونهچيري لمر زريني وړانګيهستوي بهار، ګلونهچيري وريځي خړي توريپاروي بد توپانونهڅوک روان د م رګ کاروان ته د نېستۍ عالَم تې بيايي څوک د ژوند په بهير ګډ کړيد هستۍ عالَم ته خاندي عجب سېر دی ورته ځير سه!د قدرت دې ننداره کيهر جنبش دجهنده دیهر تپش د تپنده دی                          هارون خپل ",جهان 4331,," د كنړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ كي د ايتلافي ځواكونو پر كاروان بريد سوى دى چي له امله يې د چارواكو په وينا درې ايتلافي سرتيري وژل سوي دي. طالب وياند � �اكټر محمدحنيف بېنوا ته په يوه لېږل سوې پاڼه كي د بريد مسئوليت پر غاړه واخيست او ويې ويل چي دا د ريموټ كنټرول بم وو، د نوموړي په وينا د چاودني له امله موټر بشپړ له منځه تللى دى او پكښي سپاره درې سرتيري مړه سوي دي. ",په كنړ كي درې امريكايي سرتيري وژل سوي دي 4332,," په لبنان كي هغه وخت يو اسرائيلى س� �تېرى مړ اودوه زخميان سول چي د اسرائيلو كمانډو ځواكونو د حزب الله ګوند په جنګياليو پسي پټ عمليات ترسره كو� �.د لبنان لومړي وزير فواد سينيوره د اسرائيلو حكومت په دې تورن كړ، چي تر اوربند پنځه ورځي وروسته يې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پرېكړه ليك مات كړ. وروسته له هغه چي تېره دوشنبه د اګست پر ۱۶ مه د ملګرو ملتونو امنيت شورا له اسرائيلو څخه پرلبنان د يرغل د پاى ته رسولو غوښتنه وكړه، دا لومړى بريد دى چي د اسرائيلي ځواكونو له خوا د لبنان په خاوره كي ترسره كېږي. ",په لبنان كي يو اسرائيلي عسكر مړ او ۲ زخميان سول 4333,," نن د زمري ۲۸مه په كندهار كي د خپلواكۍ ۸۷ يمه كليزه د دولتي چارواكو له خوا د زرګونو ښاريانو په ګډون ولمانځل سوه. هغه مراسم چي د كندهار د نوي ښار په باغ عمومي كي ترسره سول، لومړى د كندهار د اطلاعات او كلتور رئيس عبدالمجيد بابي د ملت د بابا محمدظاهر � �اه پيغام ولوست، ورپسې د كندهار والي اسدالله خالد د ولسمشر حامد كرزي پيغام ولوست. وروسته د كندهار والي د موضوع په اړه خپله هم وږغېد.د والي تر خبرووروسته د ملي پوځ او پوليسو پرېډونه تېر سول چي ورسره سم د هوايي ځواك پوځي چورلكي هم د پرېډ په ډول  تېري سوې. د يادوني وړ ده چي په كندهار كي د هيواد د نورو ولايتونو خلاف د خپلواكۍ د ورځي په مناسبت څو شپې خوشالۍ او مېلې رواني وي، چي د دې مېلو لپاره سږكال هم د تېرو كلونو په څېر د دولت له خوا سخت امنيتي تدابير نيول سوي دي. ",په كندهار كي د خپلواكۍ ۸۷ يمه كلېزه ولمانځل سوه 4334,دوست ، کابل," دوست ، کابل  د زمري ٢٨مه د پاکستان پخواني لومړۍ وزيرې بې نظير بهټو په خپلو خاطراتو ( د ختيځ لور ) کې د خپل سياسي او ټولنيز ژوند په اړه په زړه پورې او خوږې خاطرې ليکلي دي . هغه د خپل واده شپې په اړه دخپل سيال جنرال ضياء الحق د کارنامو په اړه هم عجيبه نکل کړى دى . بهټو وايي چې د واده شپه يې نږدې شوه ، نو خاوند يې په دې پوه شو چې خامخا به ضياء الحق کومه پېښه کوي . هغه ليکي چې خاونديې اصف زرداري وړاندې له وړاندې په زرګونو جنراتورونه عيار کړي و ، چې څنګه پرو ګرام شروع کېده نو ضيالحق خپله کارنامه وښوده او بريښنا يې قطع کړه .خو جنراتورونه چمتو و او ضياء ونشو کولى تروږمۍ � �اولي . خبره رانه اوږده شوه ، اصلي خبره داوه چې موږ نن په هېواد کې د خپلواکي ٨٧ يمه کليزه لمانځو . که څه هم اوس يو شمېر خلک د خپلواکۍ له ورځې سره د غلامو واکدارانو له شامته پخوانۍ مينه ، نه لري خو بياهم ورته په تمه وي . خو زموږ د بريښنا نظامي وزير جنرال اسماعيل خان هم ، د پاکستاني جنرال ضياالحق په څېر د ازادۍ د ناوې په شپه بريښنا قطع کړه او د کابل په زړه کې يې ډېر کورونه په تروږمې کې پرېښودل . که څه هم کابل ښار د رڼا ددښمنانو له برکته له تروږمۍ سره روږدي دی ، خو په دغه شپه ورځ برېښنا چې يو نيم کور يې له نعمته برخمن دى اړينه وه ، ځکه ه� �څوک جشن ته د ورتګ امکانات نه لري او چې برېښنا ، نه شته نو دوى به ددغې ورځې د زړه له پاسه مراسمو له ليدلو هم بې برخي دي . دغه وضعيت داښيي چې زموږ واکداران چې د وطن او ملي ګټو نارې سورې وهي په حقيقت کې د خپل وطن له ازادۍ سره د واده په اندازه هم مينه نه لري . په دې ټول پلازمينه ، کابينه او حتى ملي شورا کې د آصف زرداري په څېر څوک پيدانشو چې لږ تر لږه د بريښنا وزير دې ته راضي کړي چې يوه شپه او ورځ برېښنا په کابل ولوروي . ",اسماعيل خان له آصف زرداري هم ونه شرمېد! 4335,ميرويس جلالزي," لمر ټلويزيو ني چينل چې له نيمايي برخي ډيري خپروني به يې په پښتو ژبه خپريږي د طلوع ټلويزيون د مشر تابه په مالي لګښت جوړ شوی ده . دا ټلويزيون چې په سر كي ويل شوي وو خپروني به يې نوي او له نورو ټلويزيوني چينلونو به توپير ولري  په لومړۍ خپرونه كې يي داسي وب� �يښيدو چې كټ مټ د طلوع خپروني خپروي. له لمر ټلويزوني چينل سره په افغانستان كې د خپريدونكو تصويري � �سنيو شمر شپږو ته ورسيد. له دې مخكي د پلازميني او ځينو ولايتونو سربيره د نړۍ په ځينو برخو كې هم ځيني افغاني ټلويزيوني خپروني د ليدو وړ وې. د افغانستان ملي ټلويزيون ، طلوع ، افغان ، آريانا ، شمشاد او آينه ټلويزيوني چينلنو په هيواد كې د طالبانو د واكمني له ړنګيدو وروسته وار په وار د رسنيو ډګر ته راووتل. طالبانو د ژوندي تصوير خپرول  د اسلام د اساساتو خلاف ګڼل او هغه يې يو نا راوا او ناولی كار باله .. ",طلوع ټلويزيون په لمر بدل شو 4336,," ", 4337,ميرويس جلالزي,"   چاودنه د پوليسو  د يو مشر په موټر پرون تر سره شوې چې په پايله كې يي يو تن پوليس خپل ژوند له لاسه وركړ. د دي چاودني مسوليت د تل په شان هغه كس چې ځان د طالبانو وياند قاري يوسف  ښي په غاړه اخيستي ",په زابل كې ريموت كنترول بم وچاوديد 4338,ميرويس جلالزي," افغان ولسمشر چې تيره شپه په يوو ټ� �ويزيوني چينل را څرګند شو د افغانستان خلكو ته يي په خطاب كې د خپلواكي ورځ يوه داسي ورځ وښوده چې ساری نلري او دا يې د افغانستان په تاريخ كې نه هيريدونكې او ځلانده ورځ په ګوتو كړه. كرزي وويل چې د طالبانو د حكومت پر مهال افغانستان خپلواكې نلرله خو خوشبختانه د افغانستان د بهرنيو ملګرو په ملاتړ مونږ يو ځل بيا خپلواكي تر لاسه كړه . ",كرزي:دژوندتر وروستيوبه له افغانستان نه دفاع كوو 4339,ميرويس جلالزي,"   حامد كرزي د تل په شان يو ځل بيا ټينګار وكړ چې اوس افغانستان د ترهګرو ځاله نده او ترهګر له پولو آه خوا وسلې تر لاسه كوي، پوځي زدكړي كوي، او بيا د افغانستان خاوري ته د بريدو لپاره راستول كيږي. كرزي وويل تر هغه چې  د تروريستانو مالي، اي� �يالوژيكي او تمويلاتي سرچيني وراني نشې د تروريزم په وړاندي جګړه كې بريالي توب ناشونی دی. ", افغان ولسمشر:د ترهګرو ځالي له خاوري آه خوا دي 4340,ميرويس جلالزي," په دې بريد كې چې د پنجشنبې په ورځ د نوموړي ولايت د وازه خواه په ولسوالي كې تر سر شو په ترځ كې يې ۱۰ تنه افغان وګړي ووژل شول. د افغانستان د س� �حدي پوليسو مرستيال جنرال عبدالرحمان وويل چې د دي هوايي بريد قربانيان ټول سرحدي پوليس وو چې په دوو پيك اپ موټرو كې سپاره وو. خو په كابل كې د ايتلافي ټلوالي يو تن وياند د شنبي په ورځ وويل چې د دې بريد ق� �بانيان ټول مشكوك ترهګر دې خو بيا هم دوي پلټني كوې اوسل په سلو كي هم دا خبر دقت نلري ځكه په دي اړه پلټني � �واني دي. د نړيوال تروريزم په وړاندي د ايتلافي ټلوالي دې  وياند دا هم وپتيله چې په دي هوايي يرغل كې يې له لسو څخه تر ۱۵ پوري كسان له مينځه وړي . دي پيښي د افغانستان د ولسمشر غوصه هم راوپاروله او له ايت� �افي ټلوالي ېې غوښتنه وكړه چې  بيا داسي پېښه تكرار نكړي. ",ايتلاف: د پكتيكا بريد د ملي پوځ په راپور تر سره شو 4341,ميرويس جلالزي," دوه ويشت كلنه چينايي پيغله (ساسا) چې يوازي څلور ميا� �تي مخكي افغانستان ته راغلې وه وايې چې افغان وګړو ورسره داسي سلوك ندی كړی چې دا يي په خپل هيواد كې خلكو ته په نيكي ورياد كړي. ساسا چې د كابل هوايي ډګر په ترمنيل كې د چين د پرواز منتظره وه دا مني چې دا كابل ته د بيزنيس � �پاره راغلې وه خو د افغان دولت له خوا پرې لګول شوي د بدلمنۍ تورونه نه مني. ساسا وويل چې دا د كابل ښار يو ميلم ستون ته د لمړي ځل لپاره د يو جهادي مشر له خوا د خدمت لپاره راوستل  شوې وه خو اوس نه پوهيږې چې ولي افغان مي� �مه پال په خپل هيواد كې د هغې د اوسيدو لپاره ځای نه لري. ساسا چې له رنګه سپينه ، په ونه جګه او د سرو ويښتانو خاونده وه زما د دوو پوښتنو په ځوابولو سره يې ترمينل خوشي كړ او د الوتكي په لور روانه شوه . ",ساسا : افغانان ميلمه پال نه دي 4342,ميرويس جلالزي," دا مطلب هغه پاكستاني الاصل ب� �يټانوي د خپلو لمړنيو تحقيقاتو په ترځ كې څرګند كړی چې څه موده وړاندي په انګلستان كې د ۲۲ تنو نور شكمنو ترهګ� �و په كتار كي ونيول شو. نوموړي ويلي چي دوی غوښتل د لندن د هوايي كرښي ۱۰  الوتكي وتښتوي او وروسته يې بيا په چاوديدونكو توكو له مينځه يوسي. دې پاكستاني كس د لندن استخباراتو ته  تيره اوني وويل چې د ال� �اعدي يوه  غړي په كنړ ولايت كې دوی ته دستور وركړي وو چي دا بريد وكړي خو هغه شنډ كړای شو. په دې اړه ت� �اوسه افغان چارواكو څه غبرګون نه دی ښولی. ",د انګلستان د الوتكو د تښتوني پلان په كنړ كې جوړ شوي 4343,ميرويس جلالزي," سږ كال د هر يو بل كال څخه په پ� �ازمينه كابل كي له دي ورځي څخه د يادښت په مراسمو كي ستر توپير ليدل كيده ځكه د افغانانو د ډيرو فرهنګي او ك� �توري دودونو تر څنګ په دې ښار كي اورلوبو د ښاريانو پام ځان ته را اړولی وو. په زړه پوري اورلوبي د اسمايي د غر ه د پاسه تر سره شوې . په غازي لوبغالي كي هم په همدې ورځ په زرګونو تنه نندارچيان د پوځي پرېډ ، د معارفو د جشن ، او د په زړه پورو توري وهلو د نمايشاتو ننداره وكړه په دې مراسمو كې لومړی د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي ورپسي پخواني ولسمشر او د مشرانو جرګې مشر حضرت صبغت الله مجددي او ورپسي هم افغان ولسمشر حامد كرزي خپلي ويناوي واورولي . حامد كرزي او حضرت صبغت الله مجددي د افغانستان په ځوانانو غږ وكړ تر څو لاس سره و� �كړي او د علم په زيور ځانونه سمبال كړي ځكه راتلونكي افغانستان دوی ته اړتيا لري . د ولسمشر كرزي له وينا څخه وروسته د جشن ځانګړي مراسم پيل شول . د زمري د مياشتي په ۲۸مه نيته د غازي ستديم په دننه كي نن د تل په شان ورز� �ي لوبي نه تر سره كيږي . په دې لوبغالي كي چي امنيت يې په ډيره كلكه توګه د بهرنيو سرتيرو او افغان پوليسو له خوا نيول شوی وو ، او كله نا كله به يې يوه نيمه چورلكه هم په سر تيريده په زرګونو كسان پكي را غونډ شوی وو. په دې مراسمو كې ځيني بهرني سرتيري هم ښكاريدل چې د لوبغالي په دننه كي خواره واره ولاړ دي. په داسي حال كي چي له نن ورځي يوازي ۸۷ كاله مخكي غازي امان الله له بهرنيو يرغلګرو څخه د افغانستان د بچيانو د ويني د بهيدو په بدل كي خپلواكي تر لاسه كړه ، ځيني هيواد وال د دې ورځي د تاريخي ارزښت په اړه بيلابيل ليد لوري لري څوك دا خپلواكي يوه نه هيريدونكي حادثه ګڼي او ځيني هم بيا ترينه چندان خوندوره خاطره ياد نلري . د كابل ښار په بيلابيلو سيمو كي د دې ورځي خوشالي د ماشومانو سپين ږيرو او ځوانانو په خوله مسكا غوړلي وه . د هغوی په ښار كي له نن څخه يوازي څه باندي دوه مياشتي مخكي يوه ستره بلوا شوې وه بلواګرو د كابل ښار په لسګونو دوكانونه ، حكومتي او غير حكوم تي وداني او موټرو ته اور ورته كړ چي دي كار د ډيروكسانو باور د ښار په ډاډمن امنيت صلب كړ. نن د جوازا د ۸ نېټې د خونړۍ بلوا د پيل په څلورل لاري كي چې د كابل ښار شمال لور ته د خيرخانه د كوتل په ډډه كي پرته ده بل څه تيريږئ هلته تاوده ډولونه په دي ورځ وكړنګول شول. د يادوني وړ ده چې په دې ورځ په پلازمينه كابل كي هيڅ يوه داسي پيښه � �امنځ ته نشوه چې په خلكو كي ويره خپره كړي ښايي چې دا به د امنيتي قواوو د خاصي پاملرني حاصل وي. ",د افغانستان د خپلواكي د ۸۷ كلزيزي څخه يادونه وشوه 4344,ميرويس جلالزي," د شمالي اتلانتيك ناتو تړون چارواكې وايې چې دا سرتيري يې له  طالب  پاتي شونو سره د يو جګري پر وخت ووژل شو ناتو چې څه باندي دوه اوني مخكي يې د جنو بي افغانستان د شپږو ولايتونو قومانده له ايتلافي تلوالي تر لاسه كړه تر اوسه يې لږ تر لږه ۱۲ سرتيري په دي نوي ماموريت كي وژل شوي او ۵۰ تنه نور ژوبل  شوي دي د ارزګان په پيښه كي  د افغان ملي پوځ  يو س� �تيری هم خپل ژوند له لاسه وركړ. ", په ارزګان كې د ناتو يو سرتېری ووژل شو 4345,ميرويس جلالزي," د ايران د پوځ عمومي قوماندان اعطاالله صالح چې د ايران د پوځ د پراخ پوځي مانور چی د ضوالفقاد د ضربی به نامه نومول شوی  د پرانستلو په م� �اسمو كې ېې د شنبي په ورځ په تهران كې خبري كولي وويل چې د هر راز يرغلګر هيواد په وړاندي به شديد مقاومت وكړي او بريا به هرو مرو د مسلمانو پوځيانو په برخه وي. ايران د شنبي په ورځ د دي هيواد په څورلسو ولايتونو كي پوځي مانور پيل كړ. د مانور د پيل سره سم د ايران د توپچي او ټانكونو د ټولګيو سرتيرو د سيستان په ولايت كې د ډزو په كولو سره پوځي مراسم پيل كړل. ټاكل شوي چې دا مانور به څه باندي يوه اوني وخت ونيسي. له بلي خواه د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد د انګلستان ګارډين ورځپاني ته په مركه كې وويل چې هيواد به يي د يو� �انيومو د بډايني د درولو په لار كې هيڅ راز فشار ته سر ښكته نكړي او دا د ايرانيانو مسلم حق دي. ", ايران : پوځ يي د هر راز احتمالي بريدلپاره چمتودي 4346,," ", 4347,," ", 4348,ننداره," دپاکستان د پښتون خوا ايالت دپېښور ښار دکانټی نینټل هوټل داسد داته ویشتمې په م اښام دخپلواکۍ دجشن شاهد و ،دهيواددخپلواکۍ اوه اتیایم جشن په پرتمینو مراسمو سره په داسې حال کې پېښور کې ونم انځل شو چې افغان کارپوهانو، ډیپلوماټانو ننداره  : له پېښوره دپاکستان د پښتون خوا ايا� �ت دپېښور ښار دکانټی نینټل هوټل داسد داته ویشتمې په ماښام دخپلواکۍ دجشن شاهد و ،دهيواددخپلواکۍ اوه اتیایم جشن په پرتمینو مراسمو سره په داسې حال کې پېښور کې ونمانځل شو چې افغان کارپوهانو، ډیپلوماټانو ، ځايي چارواکو ،هنرمندانو اودښونځیو ماشومانو هم پکې ګډون کړی و ـ ؛ګڼ شمیر مېرمنې هم په جشن کې په رنګ رنګ کالیو کې لیدل کېدې ـ غونډه دوو نجونو تمنا او نجیبه فیض ( پېژندل شوې افغانانه ممثله ) پر مخ وړله  ـ دغونډې پرانیستونکې وینا دافغان جنرال قونصل حاجي عبدالخالق فراهي وه نوموړي ددې ورځې په تاریخي اهمیت مفصله رڼا واچوله -نوموړي وويل :افغانستان اوس له آزمونونو راوتلی ، یو پرمخ تللی هیواددی ،دبون له پرېکړې تر دې ګړۍ یې د پرمخ تګ ډېر پړاوونه لیدلي دي ،ا وهغه ورځ لرې نه ده چې دسیالو هیوادونو سره به په یوه لیکه کې ودرېږي ـغونډې ته د پښتون خوا دايالت یو وزیر کاشف اعظم دوینا پرمهال وویل چې افغانستان اوپاکستان اړدي چې دیوبل سره ښې اړیکې وساتي او که غواړي چې دخپلو لیکو کې دننه حالت یې هوسا وي ،پکار ده چې ديوبل لپاره دې زړونه سپین وساتي -دخپلواکۍ په جشن کې افغان هنرمندانوزرولی افغان ، ممتازولی ،همایون حیرت، مصطفی اوعزت ګل کنسرتونه وړاندې  کړل او دوطن ترانې یې خلکو ته وړاندې کړلې ،دښونځیو نجونو او هلکانو هم ترانې زمزمه کړې . په لومړي ځل دافغانستان نوی جوړ شوی سرود هم واورول شو چې په احترام یې دجشن ګډون وال ودرېدل ، تردې مخکې به په فارسي ژبه د مجاهدینو د وخت جوړ شوی سرود خلکو ته اورول کېدو ـ ",پېښورکې دافغانستان دخپلواکۍ جشن 4349,,"   بینوا ته دایساف له لورې په راغلې خب� �پاڼه کې لیکل شوي چې دغو ځواکونو دافغان ملي اردو دسرتیرو په ملتیا تیره ورځ دکندهار په پنجوايي کې سخت درانه عملیات درلودل چې تر نن سهار اوږده پاتې شوي وه دوی وایي په جگړه کې کوم سرتیری ندی وژل شوی خو طالبان دوی دو� �اوښتي زیان په اړه ډېر څه وايي. دغه راز افغان امنیتي چارواکو ویلي ٦٠ تر ٧٢ طالبان یې په جگړه کې وژلي خو طالب ویاند بیا دا یوازې ١٢ طالبان یادوي چې په جگړه کې وژل شوي. عیني شاهدانو هم بینوا ته ویلي چې دطا� �بانو دمړو څو جسدونه یې په سیمه کې له جگړې وروسته لیدلي. ",دکندهار په پنجوایي کې درنه جگړه شوې. 4350,ميرويس جلالزي," تيره شپه ناوخته د چارواكو په قول چې له ۱۰۰ تنو څخه ډيرو وسلوالو طالبانو د ولسوالي په مقر بريد وكړ چې له بريد سره سم سوله ساتي ځواكونه چې مشري يې ناتو كوي سيمي ته ورسيدل اوپه مخالفو وسلوالو يې له افغان پوليسو او پوځيانو سره يو ځای بريد پيل كړ. د ناتو ځواكو وياند توني جيكمن په يوه ټليفوني اړيكه كې بېنوا ويبپاڼی ته وپتېيله چې له ۶۰ څخه تر ۷۰ پوري طالب وسلوال يي په دې بريد كې وژلي دي. جيكسون وايي هوايي قواوو هم په دي سيمه بمونه وغورځول چې په پايله كې يې ملكي كسانو ته ځكه مرګ ژوبله نده رسيدلې چې ملكي كسان لا وختي له سيمي وتلي وو ځكه په دي ولسوالي كې طالبان ځای پر ځای شوي وو. دا د ناتو د ځواكو د لمني له پراخيدا د افغانستان په جنوب كي تر ټولو خونړي نښته ښودل شوي ده . په دي جګړه كي د جيكسون په وينا د دوي هيڅ يو سرتيري هم ندي وژل شوي . له بلي خواه د كندهار د والي وياند داود احمدي وايي چې په دې جګړه كي د مخالفينو ۴۵ مړي پرځای پاتي دي او څلور تنه ملي پوليس مړه شوي هم دي. هغه وويل چې په دي جګړه كي ېې ۵۷ميله سپكه او درنده وسله چې كلاشينكوفونه او راكټ لانچري پكې شمالي دې لاس ته ورغلي او سميه تر كنترول لاندي ده. ويل كيږي دا جګړه له نيمي شپي پيل شوې وه او د سهار ته لمر ختو روانه وه . ",دناتو پوځونو پر پنجوايي ولسوالۍ بمباري وکړه 4351,,"   نن پلازمینې کابل ته دافغانستان له ټولو ولایتونو څخه والیان او امنیه قومندان دکورنیو چارو وزارت له لوري ددې لپاره راغوښتل شوي وه چې څه ډول دغه چارواکي وکولای شي ښه اداره او غوره امنیت په ولایتونو کې خوندي کړي. دکورنیو چارو وزیر ضرار احمد مقبل والیانو ته دنیوکې گوته ونیوله چې گوندې دوی دوزارت له سلا مشورې پرته په سیمو کې ټاکنې کوي. دادوه ورځنۍ غونډه سبا پای مومي او ښایی دغونډې لاسته راوړنې هم خبري رسنیو ته وویل شي. ",2 ورځنۍ غونډې ته والیان او امنیه قومندان رابلل شوي 4352,,"   تیره شپه دنیمروز ددلارام ولسوالۍ په یوې ام نیتي پوستې طالبان برید کړی او ویل کیږي چې ٦ پولیس په برید کې وژل شوي دولایت چارواکو هم ادعا کړې چې په ځوابي � �زو کې یې ٦ طالبان هم ټپي کړي. ",په نیمروز کې ٦ پولیس وژل شوي. 4353, محسن امين," محسن امينپه لاره روان وم، د پسرلي ښكلى موسم وْ، شاوخوا هر څه خوشحاله وْ، هوا به يو ځل په ټولو چكر وواهه وبه يې وويل"" اى د طبيعت موجداتو! وګورئ، نن ماته وګورئ زه څومره خوشحاله يم، او تاسې ټولو باندې هم ښه لګيږم، هر يو مې غواړئ چې د هر يو سره د هغه په غيږ كې ډېر وخت تير كړم، خو نه...تاسې به هم ما باندې ماړه نشئ، زه نه ايساريږم، زه الوزم!""دې سره به ټولو وخندل، ټول د يو بل سره مصروف ول، يو اړخ ته به د بلبلو او مرغيو ښكلي نغمي غږيدلي، بل اړخ ته د اوبو د نرم شرهار دا بل غوږ تخنوه، پاس به مې چې وكتل، هلته هم يوه توده محاوره روانه وه، په اسمان كې ځليدونكي لمر مونږ ته راكتلي او ټولو ته به يې په وار وار خپل عظمت او لويوالى څرګنداوه، بل اړخ ته به د شيدو په څير وريځو هم په شين اسمان كې چكرونه وهل، او له ځانه به يې رنګارنك شيونه جوړول، اسمان به غوښتل چې ځان نور هم روڼ او شين كړي، دا ځكه چې هغه غوښتل لمر او وريځ چې څومره روښانه ښكاره شي هغومره به زما قدر زيات وي.خو بعضي وخت كې به وريځو لمر په خپل سپين څادر كې نيم پټ كړ، نو سم دلاسه لمر به احتجاج وكړ ""دا وګورئ، وريځ بيا ما په خپل څادر كې پټوي، بس دى چې دري مياشتې دي پكې پټ ساتلى وم!""وريځ به هم خپل وار پوره كړي، وبه وائي"" ولي؟ دا شپږ مياشتي زه به دي د دې ځاى نه د خپل زيات زور پواسطه د م نځه وړلم، اوس ما نشي لري كولى؟!""دا خوږه شخړه به روانه وه، چې اسمان به دريمګړتوب ته ځان راواچوه، په فيصله كن اواز يې وويل"" تاسې دواړه به نن چې هر څه كوئ، خو خپل حد وحدود به پيژنئ، تاسې لاندي نه ګورئ چې څومره خلك زم ونږ سيل لپاره راغلي دي، او تاسې دواړه دلته خپل بحث كوئ؟ داسې وكړئ چې دلته سره يو بل ته نژدي ودريږئ او نور بحث ونه كړئ!""اسمان چې د هغه ځاى مشر وْ، نو لمر او وريځ د هغه سرغړاوى نشو كولاى، وريځ ورورو د لمر ګرد مخ بيا را پريښود، او ورورو يې څنګ ته كيدله.ما چې دا حال وليد، نو په خندا شوم، رښتيا هم ډېره نه منونكي منظره وه، پاس هغه حال وْ، او لاندي ټول تك د شين چمن او د رنګارنګ ګلانو ميله ګرمه وه، نو څوك به د دې منظرې د ليدلو تاب � �اوړي، نو كه زړه يې هر څومره غمګين د سيني په قفس كې ناست وي، نو هغه هلته هم په ټوپونو شروع كوي، او هغه دا وائي چې زه بلكل خفه نه يم، او دې سره شونډي هم په خفيفي خندا پيل وكړي.مخكې مې وليدل چې، يو څو هلكانو او نجونو په شريكه يو لوړ سړى چې د هغوي نه مخكې يې منډي وهلي، دوي ورپسې وْ، او په لاسونو كې يې وړي وړي تيږي نيولي وي.هلته به نازكو ګلانو هم ورپسې غږونه كول چې ""هلئ، دا پرې نږدئ! ويې شړئ ""د هلكانو او نجونو غږونو ته مې په ځير غوږ كيښود د هغوي نه اوازونه راتلل"" دا غم دى، دې وخت كې دا څه كوي، هلئ دا زر زر وباسئ!""دې حالت په ليدو س� �ه، ما له ځان سره يو ځل بيا وخندل، چې د الله تعالى كارونو ته ګوره، څومره عجب نظام دى، دې وخت دوي دا غم غريب په كراره نه پريږدي، او زر تر زره يې د دې ځاى نه شړي.خو نـــــــــــــه.... البته لكه چې غم لا تراوسه موجود وْ، هلته وړاندي يوه ونه ډېره د غم په حالت كې خپل څانګې او ښاخونه ځوړند پريښي وْ، پاڼو به په شور او په چيغو هغي ته ويل\"" اى مورجاني! تا باندې څه شوي؟ ولي خفه يې؟ دا وګوره هلته ټول لوبي كوي، او ته دلته په غم كې ناسته يې؟زه هم سخت حيران شوم، رښتيا هم حيرانتيا مې اوج نه ورپسې ختلې وه، ځكه دا لومړى ځل وْ، چې د طبيعت په مكان كې يو غير طبيعي كار كيږي، دا څنګه او ولي؟هلته غم تښتې؟ نو دلته څنګه يوه ونه دي خفه وي؟ دې كې ما هم سوچ نور نه شو وهل� �، چې هسې نه زما طبيعي نظام را خراب نه كړي، چې د خوشحالۍ په وخت كې به غم كوم، او د غم په وخت كې به خوشحالي.خو انساني عقل راباندي زور راوړ، چې ته به حتماً د دې پيښې لامل پيدا كوي، اګر چې تلوسه مې هم زياته وه، نو پدې كار كې مې ډېره دلچسپي وښوده.د هماغي ونې خواته ور نيژدي كيدم، اول كې خو مې نه باوروله خو اوس يې په خپلو سترګو ګو� �م، رښتيا هم دا لوړه او دنګه ونه خفه وه، زه راغلم او د وني سره ترڅنګ ودريدم، سلام مې واچاوه، پاڼو د سلام وع� �يكم راكړ، خو ونې هيڅ ونه ويل.پاڼو نه مې وپوښتل\"" خوږو پاڼو! ستاسې دا ونه ولي خفه ده؟\""هغوي وويل\"" والله مونږ هم نه يو خبر، چې دا ولي، ته په خپله وګوره، ايا پدې وخت كې به څوك خفه وي؟ ټول خوشحاله دي، خو نه پوهيږو چې زمونږ په مور څه شوي\""بيا مې ونې ته په خپله وويل\"" اى ونې! ته ولي خفه يې؟\""هغه په غمګين اواز وويل\"" زه تاسې ته نشم ويلى چې زه څومره په غم كې يم، تاسې ما يوازي پريږدئ، ما پورې كار مه لرئ \""ما په حيرانتيا وويل\"" دا څ نګه كيدلاى شي، دا خو نه منونكى كار دى، هلته وګوره غم خو د دې ځاى څخه منډې وهي، ته څنكه په غم كې يې؟ هاغه ما� �ومان او ګلان غم د دي ځاى نه شړي، نو تاسره كوم بل غم پيدا شوى او كه هماغه غم دى؟\""ونې وويل\"" زه هم نه پوهيږ م چې دا كوم غم دى، پخپله هم حيرانه يم چې غم خو دې وخت كې نه وي، نو بيا ولي غم وكړم، خو نه پوهيږم زړه مې ډېر راډك دى، ډېره پريشانه يم\""زه لږ په سوچ كې شوم، ما بلكل نه منله، فكر مې كاوه چې هسې نه دا كوم بل شى نه وي او د وني په څير به راته ښكاري، ځكه دا خبره زما عقل نه قبلوله چې د غم د تيښتي په وخت كې دي هم يو څيز په غم كې وي!!!ت� �ينه مې وپوښتل\"" اخر دا څه شوي په تا باندې چې ته داسې غم كوي\""هغه په غمجنې موسكا وويل\"" ځوانه! كه دومره خواخوږي دي راسره وي، نو راشه چې ټول حال درته ووايم\""زه لاړم او د هغي د ډډ خواته كيناستم، ورته مې وويل\"" م ونږ او تاسې بايد د خپل د خالق امر مات نه كړو، هغه مونږ ته ويلي چې مونږ موجدات بايد د يو بل په ښې راشو، زه بايد تاسره مرسته وكړم، او ستا مشكل حل كړم\""د هغي د خبرو په انتظار وم، چې كله به دا غمونكى داستان پيلوي، خو هغه په سوچ كې وه، داسې ښكاريده لكه په خپله چې هماغه داستان كې ننوتي وي، او له ځان سره پخواني وختونه � �ايادوي، دې وخت كې دا ونــــــه ډېر معصومه ښكاريده، داسې سپيڅلتيا ډېره كمه پيداكيږي، چې يو موجود دي په خپل سوچ كې غرق وي او د شاوخوا نه ناخبر وي، او دي وخت كې يو بل موجود ورته په ځير وي، او د هغه د معصوميت نه خوند اخ� �ي.ما ورته همداسي په ځير كتلي، چې د يوې پيكه موسكا نه ورسته يې داسې وويل\"" ځوانه! ته خو خبر يې چې د ټولونه ګ� �ان شى يو موجود ته څه دى؟ هغه عزت دى، د يو چا چې عزت د منځه تللى وي، نو ژوند كول ورته ډېر ګرانيږي، زه د هغه م عنوي عزت خبره درته كوم چې الله تعالى هر موجود ته په لومړي سر كې وركړى وي، په دې نړۍ كې هر څه يو ارزښت لري، كه هغه كم وي او كه زيات خو موجداتو ته يو څه وي، نن زما عزت او ارزښت دواړه ځمكې ته راغورځيدلي دي، نو زه به څرنګه غم نه كوم، دې طبيعت كې اوس زما هغه مقام ندى پاتي، زه څومره سپيڅلى څيز وم خو اوس راكې سپيڅلتيا نشته، خلك � �اته په بله سترګه ګوري، دا ټول ما په خپله په ځان باندې كړي دي.....\""...(دلته دا ونه په ژړا شوه) او ويې نه كړاى شو چې خپله خبره پوره كړي، زه هم ورته ښه په پوره توجه او فكر ناست وم، زما هم زړه تخنيده، پوه نه شوم چې دا ونه څه وايې، د لږې سلګۍ وهلو نه وروسته يې بيا خپله خبره پيل كړه\""..... نن خلكو ما نه خپل مطلب واخيست او زه يې همداسې په ډاګ پريښودم، خلك ما يو جال ګڼې خو زه دا خلك په خپله د شيطانيت نه يو مكار جال ګڼم، نه نه.....، هغوي هيڅ ملامته ندي..... ما په خپله خپل عزت راټيټ كړى، هغوي زه د خلكو نندارې ته راكش كړم او زه هم د هغوي د خبرو لاندي راغلم....\""زه نور ټينګ نه شوم، د هغې خبره مې پرې كړه\"" ونې! دا ته څه وايې؟ اخر خبره څه ده، زمونږ تشويش زيات كړي او سپينه خبره هم نه كوي، اخر ته څه شى يې؟\""هغي وويل\"" سپينه خبره نن سبا څوك كوي، ټول په سياست كې يو بل پوهوي، ته غواړي چې پوه شي زه څوك يم، نو زه ښځه يم، زه يوه بي قدره او بي عزته ښځه يم نه ونه، په اوس وخت كې علاوه د اوښكو نه زه هيڅ نلرم چې هغه هم د خوشحالۍ په وخت كې تويوم. زه هغه پيغله وم چې د خپلو هم زولو پيغلو سره به يوځاى په مستۍ او په ناز د ګودر خوا ته تللم هلته به مونږ خپل منګي د يخو اوبو نه په مزه مزه � �كول، هر كله به چې يو ځوان په هغه لار تيريده، نو مونږ ټولو به پرې وخندلي، هغه ځوان به وشرميده او خپله لار به يې چپه كړه،   زه هغه خور يم چې د وروڼو به راباندي جنګ وْ يو به ويل چې ما باندې دا خور ډېره ګرانه ده بل به ويل نه ما باندې ډېره ګرانه ده، زه هغه مور يم چې بچيانو به مې جنت زما د پښو لاندي ليده، زه هغه ميرمنه يم چې ميړه به مي د خپل سخت ژوند راحتونه زما په غيږ كې محسوسوه، زه هغه تربيت وركونكي مور وم چې د اولاد د تربيت نه به مې خوند اخيسته او كوښښ به مې كاوه چې د دين لاره ورته نوره هم روښانه او هواره كړم، زه د كور زينت وم، د كور سمبا� �وونكې، دې غږ نه به ما څومره خوند اخيسته چې مورې....اى مورې! زه وږى يم هله ماته ډوډۍ..، خو نه، ما اوس خلك دفترونو ته راكش كوي، ما باندې خلك اوس كار كوي، هغه كارونه چې د دوي نه، نه پوره كيږي ماباندې يې كوي. بچيان مې اوس رانه د ډوډۍ غوښتنه نه كوي، هر څه په خپله ځان ته تياروي، د وروڼو نه خو د وخته هيره شوي يم، خپلو بچيانو سره د خبرو كولو فرصت هم نلرم چې د هغوي حال وپوښتم، هغوي هم اوس زما په قيصه كې نه دي، ميړه مې اوس راسره د پخوا په څير م ينه نه كوي، ځكه چې د وخته يې زما په څير دري څلور ملګرې پيدا كړي، او زه يې اوس تش په نامه ميرمن يم، په شپو شپو كور ته نه راځي او چې را مشې نو تندى يې تروش نيولى وي، او هغه پخوانۍ خوږې خبرې راسره نه كوي، هغه عاشق چې ماته به يې قسمونه او سوګندونه خوړول چې د دنيا خوښۍ به ستا په پښو كې اچوم  اوس ماته ضرورت نلري، زما غوندي دري نوري معشوقي ترينه راتاوې وي، زما هغه اداګانې چې يو ځوان به يې د ليدلو تاب نشو راوړلى، اوس ماسره په شخو سترګو ست� �ګې جنګوي، د سترګو نه يې اوچته د شهوت لمبې ښكاري، اوس داسې وخت راغلى چې د بعضو شريرو او مفسدو ځوانانو له امله زه په لاره هم نشم تللى، په لار كې مې تنګوي او شاته راپسې ډيرې بي ادبه خبرې كوي، هغه ناز چې ماته راكول كيده، هغه اوس نشته، زما په ټولنه كې ډېر عزت وْ، خلكو به راته د خور په سترګه كتلي نه د ګرل فرينډ په نظر، خو اوس هيڅ نشته، د دې ټولو نه زه مايوسه شوي يم، ټولو راسره بي وفايې كړي ده. ونې تر دې ځايه وويل، زه ډېر خواشينى او خفه وم، چې دا خو رښتيا هم ډېر سرچپه كارونه روان دي، د ښځو طبقې سره ډيرظلم روان دى، ظاهراً دوي ته دا ازادي ده، خو باطناً دوي ته ډېر زور دى، دوي فطرتاً همداسي پيدا شوي، خو يو بل سوچ به هم راته مخې ته كيده چې دا ښځي هم ملامته دي، دوي په خپله دي كارونو ته زړه ښه كاوه، ډېر فسادونه يې په ټولنه كې خواره واره كړه، ښځو په خپله ځان سپك كړى، په خپله يې ځان نه نانځكه جوړه كړي، خو دا سوچ به راته په يوې بلي خبرې هوا كې ورك كړ، هغه دا چې ښځه د عقل او د دين له پلوه لږه ناقصه ده، دا خبره زمونږ پيغمبر حضرت محمد (ص) كړي ده، او هماغسې شوه چې د نړۍ فاسدو خلكو ساده ښځه تير باسله.په همدي سوچونو كې وم چې ونې راباندي غږ كړ\"" ځوانه! اوس پوه شوي چې ځه ولي غم كوم، زه به څرنګه غم نه كوم؟ چې ټول موجودات دي په خوشحالۍ كې وي او زه به دلته د خپل عزت په بيا راژوندي كولي كې اوښكي تويوم.....نه داسې نشي كيدلى....تاسې بايد ماسره مرسته وكړئ او ما د دې لوى مشكل نه خلاص كړئ، زه څومره ناتوانه څيز يم او تاسې � �اباندې د غر په څير درانه درانه څيزونه په اوږو بار كړه، او بيا ما هم څومره سادتوب وكړ، ما داسې ونه كړ چې هغوي ته زه ووايم زه د دې لويو لويو كارونو جوګه نه يم، ما ته مې هم ښځينه غيرت را ولاړ شو او راته يې وويل چې ته څه د سړيو نه كمه يې ته هم د دوي سره په هر كار كې شريكه شه...هماغه وْ چې زه تباه شوم...\""ما خپل سر ټيټ كړى وْ، دا ټولي خبرې مې ښه په خلاصو غوږونو واوريدي،  په ذهن باندې مې سخت بوج راغى دا ټولې خبرې زما د برداشته وتي وي، دا ټول رښتيا ول، هغه رښتيا چې مونږ ورته په رڼو رڼو سترګو ليدل او بيا هم مونږ نه پټ تير شول او اوس دې حد ته را ورسيدل چې د خوشحالۍ په وخت كې دي مونږ ته غمونه پيدا كوي.ونې چې زما لخوا نه څه وانه وريدل نو په ژړا يې وويل "".....مونږ ټولې ښځې د شرمه خپل د زړه حال چاته نشو ويلى چې بيا به راپوري خلك خاندي او بيخې به په دې نړۍ كې د ساه اخيستلو توان را كې نه وي.....خو زه دا په زغرده وايم چې هاغه ورځ راتلونكي ده چې د ښځو طبقه په ژړا او په مايوسۍ س� �ه  خپلو دې بي شرمه كارونو ته د پاى ټكى كيږدي او ځانونه به خپلو كورونو ته سپاري، چې زمونږ د ښځو د ټول ژوند م زه او خوند په همدي كور كې دى خو مونږ پرې نه پوهيدوزما هم زړه را ډك شو، او په ښځو باندې شوى ظلم مې برداشت نه كړاى شو، د ډير درد او غم نهزما د سترګو نه اوښكې رواني وي او زه په دې نه پوهيدم چې ما څه واوريدل، مونږ څوم� �ه ظلم دې ښځو سره كړى دى، دوي خو هميشه زمونږ رحم او مينې ته اړ وي، خو مونږ په خپلو لاسونو باندې دوي ته د ترقۍ او زمونږ په سر د راختلو لار وښوده، او په خپله مو د خپلو كارونو مشرانې كړي.....دا بايد مونږ نه واى پريښى....د هر څه كولو اجازه بايد مونږ نه واى وركړى.  په ژړه غونې اواز مې ونې ته وويل\"" ونې.....ډير بد خبر دې راباندې واو� �وه....\""همداسې اوښكې مې د سترګو نه رواني وي، ځان ته هم سخت حيران وم چې انسان هم ډير عجيب او غريب مخلوق دى، � �ږ څه مخكې ما د خوشحالۍ او د خوښۍ په سمندرونو كې غوټې وهلي خو اوس يو ناڅاپه د اوښكو او د غم په درياب كې ځان ګو� �م، ونې راباندې غږ كړ\"" ښه ځوانه! كه تا سره د دې مسئلي حل وي، نو ولي چوپ يې ووايه چې مونږ هم بيا تاسې سره د خوشح الۍ په وخت كې وخاندو او د غم په وخت كې وژاړو...؟\"" د اوښكو يو څاڅكى مې په لاس وغورځيد او زه يې ځان او شاوخوا ته متوجه كړم، ما خپلي سترګې پاكې كړي او پاڅيدم، بيا مې بيچاره ونې ته وكتل چې د هغي سترګې هم لمدي او سرې وي، ورته مې وويل\"" ګرانې ونې! تاسې لپاره يوازي او يوازي يوه د حل لاره پاتي ده، چې خپل الله ته رجوع وكړئ او د اسلام سپيڅلي لار په كلكه ونيسئ چې بيا مو څوك تير نه باسي او خپل پاتي ژوند ښه په خوشحالۍ او خوښۍ تير كړئ، يوازي د اسلام سپيڅلي لاره ده چې ستاسې هرې غوښتنې ته په درنه سترګه ګوري او ستاسې  لا اله الله محمد رسول الله كې پټ دى ""دا خبره مې چې پوره كړ، بيا مې شاته ونه كتل او همداسې د دې ځاى نه لاړم، چې لږ نور هم وړاندي   بلبلان، مرغان، حيوانات او داسې نور..... ټولو خولو ته چې ځير شوم،ټولو لا اله الا الله محمد رسول الله ويلي، پوه شوم چې دوي و� �ي هميشه خوشحاله وي..... ",ښځه ژاړي . . . 4354,فريده هوډ سيفي," زه ګرځم په هواکې خو يم د ورانو کوڅو خوا کې دلته خلک ش� �اب لکه اوبه څښي د ميني په نوم څو غړپه ترخه څښي زما په کلې کې خو مينه داسي نه وه د اسي مينه بله هيله داسي نه وه ",زه ګرځم په هواکې 4355,کتابونه دريابونه,"  مرجانه ناول دخوست ولايت د ځوان ليکوال ذبيح الله عارف لومړنی اثر دی ، چې اوس اوس په پېښور کې له چاپه راوتی . ناول په زړه پورې رومانټيکه کيسه لري ، چې په يوې مينې راڅرخي ، دذبيح الله عارف عمر ته په کتنې سره ددې ناول ښکلا په دې کې ده چې ، ساده روانه ژبه او انځوريز نثر لري ، نوموړي مخکې له دې د خوست  ولايت په الفتح عالي ليسه کې د بيړۍ په نوم ديوالي جريده چلوله . . کتاب ښکلي رنګه پښتۍ ،سپين کاغذ په ۱۳۰ مخونو کې راغلی .چې د چاپ چارې يې  ميهن کتاب پلورنځی تر سره کړي دي .  د تر لاسه کيدو ځای ميهن کتاب پلورنځیبورډ ناصر باغ روډ لومړی کوڅه اول نمبر دوکان ټيلفون شميرې بشير- پېښور :  03219895621بشير- پېښور :033392600398 کابل : 0799820749   ",د ذبيح الله عارف ناول ((مرجانه)) له چاپه راووت 4356,ذبيح الله عارف,"  مرجانه ناول دخوست ولايت د ځوان ليکوال ذبيح الله عارف لومړنی اثر دی ، چې اوس اوس په پېښور کې له چاپه راوتی . ناول په زړه پورې رومانټيکه کيسه لري ، چې په يوې مينې راڅرخي ، دذبيح الله عارف عمر ته په کتنې سره ددې ناول ښکلا په دې کې ده چې ، ساده روانه ژبه او انځوريز نثر لري ، نوموړي مخکې له دې د خوست  ولايت په الفتح عالي ليسه کې د بيړۍ په نوم ديوالي جريده چلوله . . کتاب ښکلي رنګه پښتۍ ،سپين کاغذ په ۱۳۰ مخونو کې راغلی .چې د چاپ چارې يې  ميهن کتاب پلورنځی تر سره کړي دي .  د تر لاسه کيدو ځای ميهن کتاب پلورنځیبورډ ناصر باغ روډ لومړی کوڅه اول نمبر دوکان ټيلفون شميرې بشير- پېښور :  03219895621بشير- پېښور :033392600398 کابل : 0799820749   دا او دې ته ورته نورکتابونه پر لاندنيو پتو ترلاسه کېدای سي :  دانش خپرندويه مؤسسه   قصه خواني بازار پېښور پښتون خوا ، ټيلفون شمېره :ـ ٢٥٦٤٥١٣-٩١-٠٠٩٢ بريښناليك :ـ danish2k2000@yahoo.com ===================================================  نارنج خپرندويه ټولنه کندهار Afghan_saq@hotmail.com  Narenj_saq@yahoo.com   009370303251 – 0093799166661 کندهار : افغان کتاب او قرطاسيه پلورنځي ارګ بازار کندها� � =================================================== کابل : علامه حبيبي کتاب پلورنځى، دانش کتاب پلورنځ� �   جلال آباد : عبدالحميد مومند کتاب پلورنځى ، ګودر کتاب پلورنځى پېښور: يونيورسټي بوک ايجنسي ، دانش کتاب پلورنځ� � ",د ذبيح الله عارف ناول ((مرجانه)) له چاپه راووت 4357,"محمد يوسف خد متګار مزدورزوی","   زه دخيال دساقي يار يم ډک جامونه می په سر  ځکه تښتم بی غمۍ نه دخندا په تش ګو در  عجيبه غوندی جنون يمه دهيلو رڼا ګا نو  خو اح ساس زما بندي دئ دزاړه دود او کلچر  زما ژوند کوښښ لټون دئ دارمان دښکلا ګانو  په ز ړ ه فکر پسر لئ  يم  ا با د ي  د لر ا و بر   ته  بيړ ۍ له ګلو  ډکه  تو پا نو نه  در نه تاودي   زه دې بيخ دستر  درياب يم دي چپي زما په سر  ته هم جام يي هم ساقي يي هم وصال يي هم کمال  ته هم سا ز يي هم ا وا ز يي  هم ز ما په حا ل خبر  ستاغمونه هسي نه دي چی ئې ډوب کړمه په جام کي  ز ما هيلي هسي ښکلې لکه  ستا د ما ځيګر  ستا په مست ښکلي سباچي تورو لړو تورتم جوړکړو  د اميد سپو ږ مۍ ر و ښا نه ګرځوومه  در په  در  خير که زه دې را بهر کړم په لمسون د زوړ اغيا ر  زه به وياړ م ستا په مينه چی په سمه يم  که غر  ته ډاډه او سه وطنه زما مر ګ او ژوندون ستا دئ  هير به نه کړم ستا ډ اګو نه که شم شاه دبحر وبر  ته مستي زما دژوند يي ته نغمه زما دميني خدمتګاردرځيني ځارشه لوي وطن دلوي ټبر دګران هيواد لوئ افغا نستا ن داسقلال دپيل ( دزمري ٢٨ په وياړ)  ٠وړاندې له امو تر اټکه دټول هيواد دبشپړې ازادۍ په لور ! محمد يوسف خد متګار م زدورزوی کلا کرويک ناروې                                  ",دغازي امان اله خان اواز 4358,غضري کټوازی," ۲۰۰۶/۱/۱۷ساجر- سعودي عرب  هغوی کباب خوړل هغه بل له شنوچایوسره ډوډۍ تېروله دهوټل پیاده ماته هم راغی اوراته ویې ویل وروره څه شی درته راوړم زړه خومې غوښت چې ورته ووایم کباب خوپه جیب کې مې یوڅوافغا نۍ پرتې وې ویریدم چې راکمې نه شي . لورته مې درمل اخیستل تېره شپه یې ډیره سخته تبه وه یوه لحظه مې دهغې تیما او وچې شونډې سترګوته ودریدې. اوله ځانه ورک شوم هوټلي بیاراته وویل تاته وایم څه شی درته راوړم ورومې ورته وویل تورتریخ چای ستړی وم چای هم داسي لګیده  لکه کباب څوغړپه مې لا نو کړي چې هوټل ته خیرات غوښتونکی راننیوت په لیدومې دهغه په حال زړه بد� �وخوهغه په ما داسي تیرشوتابه ویل چې هغه زماله جیبه خبرو هغه لمړی خپل لاس په کباب ناستوخلکوته وروږدکوهغوی په خیرات ورکولوکې هم یواوبل ته ست وکو او ورسته پکې یوو یوڅوافغانۍ دخیرات غوښتونکې په لاس کې ورکړې خیرات غوښتونکې هغه بل ته هم سترګې ورواړولې خوهغه ورته وویل وروره خدای دې درکړي خیرات غوښتونکی ووت ورپسي هغه په کباب ناست خلک هم ولاړشو هغه بل یو هم ووت ماهم ناوختي احساس کړه اوراجګ شوم  له جیب څخه مې لس افغانۍ � �اویستې اودهوټل څیښتن ته مې وروړاندي کړي حوهغه یي له اخیستونه انکاروکو هغه له جیب څخه یو څوبادیان راویستل او په خوندیې خولیته واچول دمرکزنه راته ښکارې لکه چې له کومې لرې ولسوالۍ نه راغلی یې ماویل هو هغه راته مسکی ویل چروت مه خرابه وه له قاضي صاحب سره موکارووبې له دې چې زه څه ووایم هغه خپلوخبروته دوام ورکړ هم داسورږیری قاضي صاحب وو هغه بل کومندان صاحب وو کومندانې امنيې هغه بل د ادارې مدیرووډیرښه خلک دې ټوله ناسته پاسه یې له ما سره وي هغه سړی دې ولیدچې په چایوپورې یې ډوډۍ خوړه له هغه هم ستا په څیر چروتي ووله تیرودوکلونوراپه دې خوا یې دوسیه ورکه وه خوچازه ورپه ګوته کړی وم بس په یوڅو زره افغانیویې کاروسو وس یې دوسیه دمیز په سرپرته ده خودهغه رقیب ډیرشتمن دی څوځلې قاضي صاحب اودهغه ملګري میلمانه کړو ګنې وس به یې کارخلاص وو هورښتیاراته ودي نه ویل ستادعوه له چاسره ده ورومې ورته وویل له هیچا سره هم نه زه په درملوپسي راغلی وم هوټلي زما له ګوتو د� �سوافغانیو وکیښ اودپخلنځي په لور رهې شو   ",ښه خلک 4359,ژباړن:ب.بهیر وردګ," د کمپيوټر جوړښتStructure of Computer د کمپيوټر په جوړښت کې درۍ لاندې برخې شاملې دي:A. کلکالي يا د کمپيوټر پرزې ((HardwareB. پوستکالي يا د کمپيوټر پروګرامونه(Software) C. لخت افزار(Firmware)A: د کمپيوټر پ� �زې يا کلکالي (Hardware):د کمپيوټر ټول هغه ميخانيکي او اليکترونيکي پرزې دي چې د ليدو او لمس کولو وړ وي.کله چې د کمپيوټر ظاهر ته وګورو کېدای شي چې زموږ تصور دا وي چې ټول کارونه همدا پرزې سرته رسوي.مګر کمپيوټر د پروګرامونو په مرسته خپلې دندې سرته رسوي.پروګرامونه او پرزې يو دبل لازم او ملزوم دي.پروګرامونو، پرزو ته � �وح بښلي او هغوی فعالوي.کمپيوټر کولای شي چې لاندې څلورې بنسټيزې دندې سرته ورسوي:1) د لمړنيو معلوماتو اخیستل2) د لمړنيو معلوماتو پراسس او یا تر کارلاندې نیول.3) د پايلو برابرول4) د معلوماتو ساتلله همدې کبله کولای شو چې د کمپيوټر پرزې هم په څلورو برخو وويشو:1) د معلوماتو د ننه کولو وسايل((Input Devices2) د سيستم برخه(System Unit)3) د پايلو دښودلو يا د راايستلو وسايل(Output Devices)4) د اطلاعاتو د ساتلو وسايل(Storage Devices) B: د معلوماتو د ننه کولو وسايلInput Devices دمسايلو د حل لپاره دکمپيوټر کړنه انسانانو ته ورته ده.لمړنی کار چې يو انسان يې د يوې مسلې د حل لپاره سرته رسوي هغه دادی چې يا غوږ نيسي او يا د مسلې صورت لولي او مهم ټکي يې ذهن ته سپاري.وروسته يې دحل په اړه فکر کوي،د حل د موندلو لپاره مسله تحليل او تجزيه کوي او د هغې جزءيات تر پراسس لاندې راولي.د حل له موندلو وروسته د مسلې حل يا پايله څ� �ګندوي.کمپيوټر هم د مسلو د حل لپاره وسايلو ته اړتيا لري تر څو  کمپيوټر ته د هغه مسلې جزيات دننه شي چې ددې وسايلو دنده، کمپيوټرته له بانديني چاپيريال څخه  د معلوماتو د ننه کول دي.او له کمپيوټر سره د انسان د اړيکو وسيله ده. کمپيوټر ته دا وسايل د غوږو او سترګو په څير دي. د کمپيوټر پواسطه ټول هغه معلومات چې پراسس کېږي بايد کمپيوټر ته د همدې وسايلو له لارې دننه شي.کمپيوټر ته، د معلوماتو دننه کولو لپاره له لاندې لارو چارو څخه کار اخيستل کېږي:الف:د ليکمن(Key board) پواسطه د معلوماتو دننه کولب:د اشاره کوونکو وسايلو(Pointing Devices) له لارې د معلوماتو دننه کولج:د لوستلو دوسايلو(Reading Tools) له لارې د معلوماتو دننه کولد:د رقم جوړونکو وسايلو(Digitizing Tools) له لارې د معلوماتو د ننه کولالف:ليکمن(Key board ): کمپيوټر ته د معلوم اتو د ننه کولو دوديزه وسيله ليکمن (Keyboard) دی چې د يوه کېبل پواسطه د پرله پسي Com او يا د پرله پسي USB پورټونو له لارې د کمپيوټر له سيستم سره نښلول کېږي.د يادونې وړ ده ، کوم هغه ليکمن چې د کمپيوټر له سيستم سره د USBپورټ له لارې نښلول کېږي،په کمه اندازه ترې ګټه اخيستل کیږي.او په نژدې راتلونکي کې به د USB پورټونو د ښه والي له امله له هغې څخه ګټه اخيستل دCOMپورټونو په پرتله ډير شي.کولای شو چې د ليکمن په مټ د الفبا توري ،ارقام ،نښې او خپل دستورونه نيغ په نيغه کمپيوټر ته دننه کړو.د ليکمن د کلي ګانو شمير نظر د ليکمن ډول ته توپير کوي.په کم پيوټر کې شته کلۍ په لاندې څلورو ګروپونو ويشل شوي دي:1) د نښو او تورو کلۍ چې د الفبا د تورو او د ځانګړو حروفو د ننه کولو لپاره ترې کار اخيستل کېږي.2) د ارقامو کلۍ چې د حساب د ماشين کلي ګانو ته ورته دي او د اعدادو دننه کولو لپاره پکار وړل کېږي.3) ځانګړې او د کنترول کلۍ چې په يواځې او يا په ځينو نورو برخو کې له نورو کلي ګانو سره يو ځای کار کوي.4) د تابع کلۍ چې د دستورونو داسانه ننه کولو لپاره ترې کار اخيستل کېږي.کېدای شي چې په بيلا بي� �و پروګرامونو کې د هغوی دپه کار وړلو ډول توپير وکړي او يا په بل ډول، د هغوی دنده د پروګرام ليکونکي د غوښتنې پر بنسټ ټاکل کېږي. ب:اشاره کونکي وسايل(Pointing Devices ): له دې وسايلو څخه په ګرافيکي پروګرامونو کې کوم چې په هغه کې د کارن((User تړاو له کمپيوټر سره په ګرافيکي توګه وي، کار اخيستل کېږ ي.چې دا وسايل داشاره کوونکو وسايلو په نامه ياديږي او دا وسايل په لاندې ډول دادي:1:موږ ک(Mouse): له ليکمن څخه وروسته ،کمپيوټر ته د معلوماتو دننه کولو لپاره دوديزه وسيله چې د ليکمن په پ� �تله په هغې کار کول اسانه وي ،موږک دی. مګر دنورو دندو لپاره لکه کمپيوټر ته د اوامرو ورکول،مؤشر ته حرکت و� �کول اوپه نورو برخو کې له موږک څخه کار اخيستل کېږي.موږک ډير ډولونه لري چې له هغې ډلې څخه نوري (Optic) يا له مزي پرته او معمولي موږک چې له سيستم سره د يوه مزي په واسطه نښلي يادونه کولای شو.د وړلو وړ کمپيوټرونه (Portable)� �ه لاندې وسايلو څخه د موږک په حيث کار اخلي:1:ځای ښودونکی پنډوسکی(Track Ball):دسرچپه موږک په څير دی چې کارن (User) د خپلې ګوتې په مرسته د پنډوسکي په خوځولو د موږک مؤشر خوځوي.2:لمسي پاڼې(Touch Pad): لمسي پاڼه ديوې پلنې پاڼې په څير ده چې دخج( فشار) په مقابل کې حساس دي.کارن د خپلې ګوتې د خوځولو په واسطه د موږک مؤشر ته حرکت ورکوي او ځينې وخت د Track Padپه نامه هم ياديږي.3:لمسي ټکی(Track Point):د Laptopکمپيوټرونو د ليکمن په منځ کې ځای لري او د ګوتې پواسطه هغې ته دخج په ورکولو مؤشر د ښودلو د پاڼې پر مخ خوځوي.4:د ګوتې اشاره:ځانګړي مانيتورونه کولای شي چې د  ګوتي اشاره هم د خپل ورودي په حيث ومني او له هغې سره سم ټاکلی عمل سرته ورسوي.5:بريښنايي قلم(Light Pen):د يوه قلم په څير دی او د ښودلو له پاڼې سره د اړيکې په اثر ټولې هغه چارې چې د همدې قلم له لارې هغه ته اشاره کېږي سرته رسوي.د ښودلو د پاڼې پر مخ د متن ليکل او يا رسامي کول ټول په مستقيم ډول د نوري قلم له لارې سرته رسيږي. ",دوهم څپرکی ---دکمپیوټر جوړښت 4360,,"   بینوا ویبپاڼې ته دسوله ساتو یا ایساف ځواکونو له لورې په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ددغو ځواکونو یو سرتیری نن غرمه دهلمند په ولایت کې هغه م هال ووژل شو کله چې ددوی دگزمې موټر دطالبانو تر برید لاندې راغی دوی وایي په پیښه کې ٣ نور سرتیري هم ټپیان � �وي. خبرپاڼه لیکي بریدکوونکو ته پر اوښتي زیان خبر ندي. ",په هلمند کې یو بریطانوی سرتیری وژل شوی. 4361,ميرويس جلالزى," پيښه پرون ورځ ناوخته هغه وخت رامنځ ته � �وه کله چې د پوليسو د سپرلي موټر د څړک د غاړي له ماين سره مخامخ شو . د هلمند د ولايت مرستيال محي الدين خان وويل په دي چاودنه کې دري افغان پوليس وژل شوي او د هغوي موټر په بشپړه توګه له مينځه تللي. طالبانو د دي ريموټ کنټرول چاودني مسوليت په غاړه واخيست . ",د هلمند په مارجه ولسوالي کې پوليس ووژل شول 4362,ميرويس جلالزى," دا پيښه د نوموړي ولايت د نوبهار په ولسوا� �ې کې تيره ورځ مازديګر رامنځ ته شوي ده. د نوبهار د پوليسو مشر وويل چې په دي چاودنه کې هيڅ يو پوليس نه ټپي شوي او نه هم وژل شوې خو يوازي د هغوي د سورلي موټر ويجاړ شوي ده .  زابل  ارزګان  کندهار او هلمند د افغانستان له جنوبي نا آرامو ولايتونو شمير کيږي. ",په زابل کې د پوليسو په موټر چاودنه وشوه 4363,ميرويس جلالزى," رپوټونه د پاکستان د استخباراتي منابعو څخه په نکل خبر ورکوې چې  د پاکستان د ترهګري ضد قواوو د يو وتلي طالب په ګډون څلور تنه ترهګر د دي هيواد په پنجپايي پن� �غالي کې نيولي دي. د ا چه نيول شوي طالب مشر څه نوميږي او اوس چېرته ده په اړه يي پاکستاني چارواکو نور څه ونويل. ",د طالبانو يو وتلي مشر ونيول شو 4364,ميرويس جلالزى," له قاهري څخه په را رسيدلو رپوټونو کې ويل شوې چې په دي ټکر کي چې د پلازميني قاهري په شمال کې رامنځ ته شوې څه نا څه ٧٠ تنه وژل شوي او له ٢٠٠ څخه ډير ژوبل شوي دي. د اورګاډو د ټکر اصلي لامل تر اوسه نده روښانه شوي. ",په مصر کې د اورګاډو ټکر شوي 4365,ميرويس جلالزى," د عراق په دي را پرزول شوې  پخواني مشر تور دي چې د دوجيل په شعيه ميشته ښار ګوټي کي ېې څه باندي ١٤٨ تنه په ناحقه وژلي دې. صدام په ځان لګول شوې دا تو� �ونه په کلکه ردوي. دا د هغه لمړي ځل نده چې محاکمي ته را کاږل کيږي هغه څه باندي ديرش ځلي محکمي ته را کاږل شوي خو تر اوسه يي غوڅه پايله نده روښانه شوي. ",د صدام محاکمه يو ځل بيا پيل شوه 4366,,"   دکورنیو چارو وزارت د� �سنیو دفتر بینوا ته وویل چې تیره ورځ دپکتیا دپټان په ولسوالۍ کې په یوه کلي راکټونه پریوتي او درې ملکي وگړي پکې شهیدان شوي. ",دپکتیا دپټان ولسوالۍ په یوه کلي راکټونه پریوتلي. 4367,,"   دکورنیو چارو وزارت درسنیو دفتر بینوا ته وویل چې تیره ورځ شپږ بجې دهلمند دناوې په ولسوالۍ کې دپولیس یو موټر له لرې کنټرولیدونکي بم ور وخوت چې دچاودنې � �ه امله یې درې پولیس وژل شوي. ",په هلمند کې درې پولیس وژل شوي 4368,,"   دکورنیو چارو وزارت درسنیو دفتر بینوا ته وویل چې نن پولیسو دبلخ په ولایت کې ٦٥ کیلو گرامه چرس له درې کیلو گرامه تریاکو سره نیولي نیول شوی کس نظام الدین نومیږي او ترې پلټنې روانې دي. ",پولیسو دبلخ په ولایت کې تریاک نیولي. 4369,,"   دکورنیو چارو وزارت درسنیو دفتر بینوا ته وویل چې تیره ورځ دفراه ولایت دبکوا په سیمه کې دطالبانو دیوې ډلگۍ چې مشري یې ملا غفار کوله دغلو له یوې ډلې سره چې مشري یې دراز محمد په غاړه وه نښته شوې چې په پای کې له غلو درې تنه وژل شوي او ٥ نور نیول شوي دغه راز له طالب ډلگۍ څخه په جگړه کې دوه تنه وژل شوي. درسنیو دفتر وایي دا دواړه ډلې ددولت مخالفې ډلې دي چې په خپلو کې جگړه کوي.  ",دطالبانو او غلو ترمنځ نښته کې ٥ تنه وژل شوي. 4370,,"   دکورنیو چارو وزارت درسنیو دفتر بینوا ته وویل چې پولیسو دکابل لویدیځ لورته دبیني حصار په سیمه کې یو لړ چاودیدونکي توکي چې دچاودنې لپا� �ه ځای په ځای شوي وه تر چاودنې دمخه نیولي. ",دکابل په لویدیځ کې چاودیدونکي توکي نیول شوي. 4371,,"   دخوست ولایت امنیتي چارواکو ویلي چې تی� �ه ورځ ددغه ولایت دعلي شیر په ولسوالۍ کې د یوه بم دچاودنې له امله دوه پولیس وژل شوي او په ٥ نور ټپیان � �وي. ",چاودنې په خوست کې دوه پولیس وژلي. 4372,,"   دعراق پخوانی ولسمشر صدام حسین دا ځل دکردانو دالانفال دپیښې په تړوا محکمه کیږي پخوا له ٧ ملگرو سره دالدجیل دپیښې په تور محکمه کیده. نوي قاضي عبدالله العامري دپیښې په اړه صدام حسین او ملگرو ته وویل چې پیښه یې کړې او که نه؟ چې دټولو متهمینو له � �ورې ورته نه وویل شول. ",صدام حسین دا ځل په یوبل تور محکمه کیږي. 4373,," د المان د باندنيو چارو وزير فرانك ولټر سټيميير  كابل ته راغلئ او نن يې د ولسمشرۍ په ماڼۍ كي له جم هور رئيس حامد كرزي سره وكتل.ښاغلي سټيميير افغان ولسمشر ته ډاډ وركړ او ويې ويل داچي د نړيوالي ټولني پام د لبنان كړكېچ ته اوښتى دى، خو دا په دې معنا نه دى چي ګواكي نړيوالي ټولني افغانستان هېر كړى دى، نوموړي وويل نړيواله ټولنه به  افغانستان په دې غمجن حالت كي هېر نكړي. ",د المان د باندنيو چارو وزير كابل ته راغلئ 4374,," ګنج اونیزه خپره شوهګنج اونیزه د لومړيٍ ځل لپاره په افغانستان کې د هېواد د استقلال د ۸۷  یمې کلیزې په مناسبت په اتو مخونو کې د روان لمریز کال د اسد د میاشتې په ۲۸ مه خپره شوه.ګنج اونیزه د انجینیراحسان الله بیات لخوا تاسیس شوې او د کتپلاوي مشري یې د احسان الله آرینزی په غاړه ده.ګنج اونیزه دوه پاڼې رنګه او پاتې شپږ پاڼې نورې یې تورې سپینې چاپ شوې دي. د ګنج اونیزې ددې ګڼې مطالب ډېرۍ د ازادۍ او خپلواکۍ په اړه دي، خو تر نامه لاندې یې د فرهنګي، اجتماعي او اقتصادي اونیزې تر عنوان لاندې معرفي شوې ده. د ګنج د سرلیکنې له مخې، دا اونیزه به وروسته له دې په لندن کې خپریږي او د هغه افغانانو لاس ته به رسیږي چې په بهر کې ژوند کوي، همداراز وروسته له شپږو میاشتو به په افغانستان کې هم په اونیزو خپرونو پیل وکړي، چې بیا به ورو ورو په ورځپاڼه بدله شي او د هېواد په لویو ښارونو کې به خپرونې کوي. د یادونې وړ ده چې یوازې لومړۍ شمېره یې د خپلواکۍ په مناسبت په کابل کې خپره شوې ده. ",ګنج اونیزه خپره شوه 4375,,"   نن دجرمني دباندینیو چارو وزیر فرانک والټر شینتسپیر دافغانستان دبهرنیو چارو له وزیر ډاکټر رنگین دادفر سپنتا سره دبهرنیو چارو په وزارت لیده کاته وکړه. بیا دواړه وزیران دخبریالانو په وړاندې نن ماښام ناوخته را څ رگند شول او په گڼو موضوعگانو یې له خبریالانو خبرې وکړې. دافغانستان دبهرنیو چارو وزیر سپنتا وویل چې له نوموړي سره یې دتروریزم سره دمقابلې، په هیواد کې دامنیتي بنسټونو غښتلي کول ، دکوکنارو له منځه وړل او دغه راز دډیموکراسۍ ودې ته دکار کول په اړوند غږیدلی. سپنتا ټینگار وکړ چې جرمني به له افغانستان سره � �ا زیاتې مرستې ونه سپموي او دخپلو ٩٦٠ ملیونو ډالرو لگولو ته جرمني تیار دی چې په گڼو برخو کې یې لگوي. دجرمني دبهرنیو چارو وزیر والټر هم له تروریزم سره په جگړه کې دخپل هیواد یادونه وکړه نوموړي وویل دهیواد پارلمان یې په دې کار کوي چې په افغانستان کې ددغه هیواد دسرتیرو شتون تر ډېرې اوږدې مودې پورې وغزوي. نوموړي دغه راز وویل چې هیواد یې نظامي ډگره پرته چې مرستې کوي دافغانستان دبیارغونې لپاره هم ژمن دی. داد دبه� �نیو چارو دوزیر په توگه دښاغلي والټر لومړی سفر دی چې افغانستان ته یې لري نوموړي نن له ولسمشر کرزي سره ولیدل او امنیت په سر له ولسمشر سره وغږید. ",دجرمني دباندنیو چارو وزیر له رنگین < سپنتا> سره ولیدل 4376,,"   بینوا ته دایساف له لورې په راغلې خب� �پاڼه کې لیکل شوي چې تیره شپه دغو ځواکونو دهلمند دنوزاد په ولسوالۍ کې ٩ یاغیان وروسته له یوې لنډې جگړې وژلي دوی وایي په دغو یاغیانو کې حاجي ظاهر هم دی دوی وايي باور کیده چې حاجي ظاهر له هغو کسانو څخه وه چې په سیمه کې یې امنیت ته صدمه رسوله.  ",ایساف: نهه یاغیان مو نوزاد کې وژلي. 4377,,"   بینوا ته دائتلافي ځواکونو له اړخه په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې نن دخوست ولایت دپاړو خیلو په کلي کې درې سخت دریځي چې له القاعده سره یې تړوا درلود نیولي. خبرپاڼه لیکلي ورسره یې یو لړ وسلې هم نیولي دوی وايي دعملیاتو په مهال سیمه کې ٢٠ ښځې هم وې دالقاعدې غړي دملکي وگړو کتار ته ورځي او ځانونه دهغوی په منځ کې ورکوي. خبرپاڼه دا هم لیکي چې دنیولو په مهال دائتلافي او افغان امنیتي سرتیرو ته کومه مرگ ژوبله نده رسیدلې. ",ائتلاف: درې دالقاعده غړي په خوست کې نیول شوي 4378,,"   دافغانستان دپوهنې وزیر محمد حنیف اتمر تیره ورځ دوالیانو او امنیه قومندانانو یوې غونډې ته دوینا پر مهال وویل که امنیت په هغو سیمو کې چې امنیتي حالت پکې خراب دی ښه نشي نو ټول ښوونځي به له زده کړو پاتې شي او دروازې به یې وتړي. ښاغلي اتم ر وویل ٢٧ ولایتونو کې دا مهال ښوونځي دافغانستان دښمنه کسان تر تهدید لاندې دي هر ورځ مو ښوونځي سوځول کیږي، ښوونکي وژل کیږي او زده کوونکي له زده کړو اړول کیږي که وضعه همداسې روانه وي باید ښوونځي وتړل شي. دپوهنې وزیر دغه راز وویل تر دې مهاله ٢٠٨ ښوونځي تړل شوي او ١٤٤ ښوونځي سوځول شوي نوموړي له والیانو په ټینگه وغوښتل دښوونځیو امنیت دې خوندي کړي.  ",حنیف اتمر: په نا امنو ولایتونو کې ښوونځي تړو. 4379,,"   بینوا ته دائتلافي ځواکونو له لوري په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې تیره ورځ په گردیز کې دسخت دریځو طالبانو په راکیټي بریدونو کې دوه کوچیان ټپیان شويدي او ددوا درمل لپاره یې خپل روغتیايي مرکز ته بیولي دوی وایي دټپي شویو روغتیایي حالت ښه ندی. خبرپاڼه د ائتلافي جنرال فول فیزپیتریک خبره راخلي لیکلي:"" مخالفین تل ملکي وگړي په نښه کوي او لږ تر لږ بیا بخښنه هم نه غواړي"". دجگړې دواړه لوري ائتلاف او مخالفین تل په جگړه کې ځانونه بې قربانۍ گڼي او یو بل ته ټیټه نه وایي ملکي وگړي دي چې دجگړې قرباني شوي.  ",سخت دریځو په راکټونو کوچیان ټپي کړل. 4380,," په هلمند ولايت كې د بست په نامه لومړنى خپلواك مياشتنى اخبار، د زمري يا اسد د ۲۸مې په وياړ چاپ شوى دى، چې د امتياز خاوند يې خپلواك فرهنګپال ځوانان دي، م سوول چلوونكى يې غلام سخي نوريوال، مرستيال يې احمدشاه پاڅون، كتونكې ډله يې: صالح محمد صالح، شريف الله دوست، عبدالستار ستورى، عبدالصمد روحاني، محمد اسمعيل شريعتيار، عبدالودود هجران او دلاور پردېس- ده.   په خپرونه كې فرهنګي، ادبي، هنري او ټولنيز مضامين راغلي، په كې د هلمند ولايت كورنيو بېځايه شويو او كډوالو ستونزو ته هم اشاره شوې ده، چې په دې وروستيو كې د خپرونې په حواله له ګڼو جدي ستونزو سره مخ دي. د ارواپوهنې، اسلامپوهنې، مديريت يا ادارې او ټولنپوهنې په اړه هم په كې ليكنې راغلي دي. دا لومړنى خپلواك اخبار دى چې په هلمند غوندې ناامنه ولايت كې خپرېږي. لكه څنګه چې په سرليكنه ورته اشاره شوې ده، دا خپرونه د څو فرهنګپالو په مالي لګښت سره خپرېږي، چې په كوم سياسي ګوند يا ډلې پورې تړاو نه لري. په خپرونه كې ويل شوي چې هڅه به كوي په دغه ولايت كې روانو تاوتريخوالو ته د پاى ټكى كښېږدي او نورو امنيتي ستونزو ته به د حل معقوله لار ومومي. د برېښناليك پته يې ده: Bust_journal@yahoo.com د ګرځنده ټليفونونو شمېرې: 0799670303/ 0799850553/ 0799109292 ",هلمند كې بٌست، مياشتنى اخبار چاپ شو 4381,," نن ماپښين د كندهار ښار په شمال ختيځ د شركت مېوې په سيمه كي د ايتلافي ځواكونو پر كاروان ځانمرګى بريد وسو، له سيمي څخه يوه عيني شاهد بېنوا ته وويل چاودنه هغه وخت رامنځته سوه چي د ايتلافي ځواكونو له موټر سره يو بل تېرېدونكى موټر وجنګېدئ، د نوموړي په وينا چاودنه د ولسي وګړو د ګڼي گوڼي په سيمه كي رامنځته سوه. د يوه بل عيني شاهد په وينا د چاودني ځاى ته نيژدې دخلكو دكانونه نړېدلي دي چي ښايي ملكي كسانو ته يې مرګ ژوبله هم اړولې وي. خو كله چي موږ وغوښتل د پيښي ځاى له نېژدې څخه وګورو شاوخوا سيمه د ايتلافي ځواكونو له خوا محاصره سوې وه څوك يې نه پرېښودل چي نيژدې ورسي. خو د لومړنيو خبرونو له مخي په پېښه كي ۵ تنه ټپيان سوي دي چي ۴ تنه يې بهرنيان او يو لاروى دى.     ",په كندهار كي د ايتلاف پر ځواكونو ځانمرګى بريد وسو 4382,," دکورنیو چارو وزات درسنیو دفتر بینوا ته وویل چې نن یوولس نیمې بجې دپکتیکا دگیان ولسوالۍ امنیه قومندان چې له ولسوالۍ دشرنې لورته روان وه دلارې په اوږدو کې ناپیژاندو پرې برید کړی او له څلور نورو ملگرو سره یوځای وژل شوی. ",دپکتیکا دگیان امنیه قومندان وژل شوی. 4383,,"   ددغه ولایت چارواکو ویلي چې نن دچغتو دولسوالۍ امنیه قومندان له خپلو دریو ساتونکو سره یوځای دناپیژاندو وسلوالو په برید کې ټپي شوی ویل کیږي ټپ یې ژور دی. ",دغزني دچغتو امنیه قومندان ټپي شوی. 4384,,"   دکورنیو چارو وزات درسنیو دفتر بینوا ته وویل چې تیره شپه دلوگر ولایت دازرې په ولسوالۍ کې داورښت له امله سیلابونه راغلي چې ٤٦٠ جریبه ځمکه یې له ١٠ کورونو سره یو ځای لاهو کړې. ",دلوگر په ازره کې سیلابونه راغلي. 4385,,"   بینوا ته دایساف له لورې په راغلې خب� �پاڼه کې لیکل شوي چې تیره شپه دغو ځواکونو نهه یاغیان دهلمند دنوزاد په ولسوالۍ کې وژلي دوی وایي لومړی یاغیانو پرې ډزې وکړې چې بیا دبریطانوي سرتیرو په ځوابیه ډزو سره نهه یاغیان ووژل شول. خو ملکي وگړو هم دا ویلي چې دایساف په بمباریو کې مرگ ژوبله ورته اوښتې. طالبان هم دا ادعا دروغ گڼي او یوازې دڅو طالبانو دوژلو خبره کوي. ",ایساف: نوزاد کې نهه طالبان وژل شوي. 4386,,"   نن دکوکنارو دله منځه وړلو په اړه جوړې شوې غونډې ته افغان ولسمشر کرزي وویل چې دکوکنارو دورکولو په اړوند نړیوال اساسي کار نه کوي ولسمشر وویل چې نړیوالې مرستې باید د بزگرانو په ژوند کې بدلون راولي ولسمشر کرزي دا هم وویل که نړیوالې مرستې وي او که نه دولت هوډ لري کوکنار ورک کړي. تیره ورځ دنشه یي توکو سره دمبارزې وزیر قادري هم ویلي وه چې دکوکنارو کښت دتیر په پرتله ډېر شوی. ",ولسمشر دکوکنارو په ډگر کې له نړیوالو مرستو خوښ ندی. 4387,,"  په كويت كي ميشت افغانان په نظر كښى لري چى د أفغانستا ن د استقلال د 87 كليزى به مناسبت د كويټ د جليب الشيوخ به بڼ كښي د روان ميلادي كال د اكست د مياشتى په 25 نيټه يوه شانداره غونډه جوړه كړي . په كويت كښى درنو هيوادوالو ته په دغه غونډه كښي دګډون بلنه وركول كيږي.هيله ده چى ګران هيوادوال به په خپل ګډون دغى تاريخي غونډي ته ښكلا اوځلا و بخښي. دا غونده د ټولو افغانانو ده دا د كوم تنظيم يا كوم مشخص ګروپ لخوا نه ده. هر افغان د افغانستان دى او خپلواكى د ټولو افغانانو ده. وطن د افغانانو دى، افتخار د افغانانو دى, كور د افغانانو دى. . تل دى وي د افغانستان استقلال , سر لوړي دى وي د افغانستان غيور او ننګيالى ولس.  به كويت كښى ميشت افغانان ",کویټ مېشتو افغانانو ته د یو شانداري غونډي بلنه 4388,عبدالرحمن غضری,"  اغلې پيغله چې سيندسندرې وايي اوڅپې مستې شي دمستې نڅ اګرې په څير سراچوي ستوري په مينه مينه  دکومي مستې ښائستې له شونډو دخيال په شونډوباندي مچې اخلي  هلته ورپوري دساحيل په غاړه دورکولارويوستومان مسافر په يوه وړه کيشتۍ کې دناا� �نامنزل سفرپيل کړي زه به درځمه ستاتياره کوڅې ته زه به له ځان سره سپږمۍ درولم داسمان ښکلې پيغ� �ه  هغه نازکه تکه سپينه اواغلې پيغله  زه به د دې غې پيغلیې سپينې ليچې  پستې نازکې اووريښمينې ليچې  ستادکوڅودتورلښکرپه زړه کې لکه دسپين خنجر اينې ماتې کړم زه به په دغو تکوسپينو او وريښمېنو� �يچو ستادکوڅې دبلامورزيندۍ کړم  ساجرسعودي عرب ٢٠٠٦/٢/١٢ ", اغلې پيغله 4389,عبدالرحمن غضری," دخيال کرونده شپوته به مې لولې دسپږمۍ کيسه به زه يم ه ښکلې ستابيباکه غرمنۍ کيسه به زه يمه روح ته به دې زماديادبلاوې سيوری سيوری وي شونډې به دې ريږدي پيريانۍ کيسه به زه يمه  اوښکه اوښکه مينه به دې زماګريوان کې وڅاڅي ستادشوخوسترګودمستۍ کيسه به زه يمه زړه کې به دې مينه دغزل په ګتووکرم  وينه به له تا روې ځوانۍ کيسه به زه يمه  ويبه چې دخيال په کرونده کې دې زرغون شمه  ډيرسپرلي به وينې خوغوټۍ کيسه به زه يمه يوبه شي دوخت قاصد زمادزړه توده چيغه  دښتې به مې اوري دکيږدۍ کيسه به زه يمه  سيندته داحساس به دې څپه څپه رنګ ورکړمه غلی به ساحيل وي دکيشتۍ کيسه به زه يمه  ويل يې غضري ستاد سندروپيربه مړوې بيا  زه به دې الهام يم ښاپيرۍ کيسه به زه يمه ساجر ٢٠٠٦/٣/٩ ",دخيال کرونده 4390, عبدالرحمن غضري,"   څنګه سندره شم شپيلۍ دجانان اوراخستی زړونه لمبې وږي خولګۍ دجانان اور اخستی  دوخت درويشه زماديارپه نوم لاس جګ کړه رب ته  په هر فرهارکې يوې سلګۍ دجانان اوراخستی  دهسک څيښتنه په اوبونه مري يوبل څه وکړه دسيندپه منځ کې مې کيشتۍ دجانان او� �اخستی داوښکوستوري يې په سروکسيوکې وخوټيدل غزل بې موره شوه ځوانۍ دجانان اور اخستی دلته سنګساردی دهنداروغيږله وينوډکه  هلته ټپه سوځي کيږدۍ دجانان اوراخستی ميراث زړګيه داوميدپه ځای دې تندر پريوت مسکاپه ځان ژاړي ککۍ دجانان اوراخستی وس به يې څه وړې غضري ديارمشکي ؤربل ته غاټول بې ځانه پرو غوټۍ دجانان اوراخستی  ساجر ١٣٨٥/١٠/١٧ ", سندره 4391,امان الله نصرت," توده مینه   سورټیک درته د لمر له پلوشو نه جوړوم  پیزوان درته د وړانگو له شعلو نه جوړوم   سپورمئ له پلوشو نه درته اخلم رڼا گانی پایزیب درته د ستورو امیلو نه جوړوم   گلاب گلاب ځوانی به دی تل ستایم په مص� �وکی غزل درته د سوی زړه سلگو نه جوړوم   د وینو خال می ږدم درته د اوښکو په لاسونو امیل درته د زړه زخمی توتو نه جوړوم   ورخیژم له سپین غره ستا د تورو زلفو غروته زه دارځانته وربل ا وله کمڅو نه جوړوم   غزل غزل کاته دی چی خواږه دی له غزالو   سور شال درته د گلوله غنچو نه جوړوم   نصرته چی تل تا نده دی نړئ وی د ا حسا س  با لښت درته د زلفو له وږمو نه جوړوم ",توده مینه 4392,ا مان ا لله نصرت,"    نظر می د ښکلا د کلی غلو دی رانه وړی پرهر پرهر زړگی می لیونو دی رانه وړی   ای هسکه په سلگو یم د بیلو ن په شومه دم کی له سترگو نه می خوب د غم څپو دی رانه وړی   زما کلی یی وران کړل سره اوسپین یی رانه یوړل غمی د کوه نور څو غلچکو دی رانه وړی   پریشانه اندیښنی می را خوری د زړه پر کوردی د هیلو سباوون تورو تیارو دی رانه وړی   ای وخته د رقیب د ستمونو په اورسوځم سکون د ژوندانه می حاد ثودی رانه وړی   له او ښکو څخه ډک چی دی دستوروگریوا نونه شهید شهید اختر د جنگ لمبو دی رانه وړی   نصر ته په وطن ښکاری چی بیا غدئ پر یو تی شپو نکی د هسکو غرونو بوړ بو کو دی رانه وړی ",د غم څپی 4393,,"   له ولسمشرۍ ماڼۍ بینوا ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې نن له غرمې وروسته افغان ولسمشر کرزي ته دامریکې دمتحدو ایالاتو ولسمشر جورج بوش ټی� �یفون وکړ او دواړه مشران په هیواد کې دروانې امنیتي وضعې په اړه وغږیدل، له تروریزم سره جگړه یې یاده کړه او دبیارغونې کارونه یې وارزول. خبرپاڼه لیکي چې ولسمشر بوش ولسمشر کرزي ته له واشنگتن څخه دلیدنې خبره هم وکړه چې نیږدې راتلونکې کې واشنگتن ته ورشي. ", کرزی له بوش سره په ټیلیفون کې غږیدلی. 4394,میرویس جلالزی," پرون له غرمي وروسته د ناټو د ځواكونو په ګزمه د كندهار په پينځمه ناحيه كې د يو ځانمرګي بريد په پايله كې د دي ځواكونو څلور سرتيري ژوبل شول. پوليس او د ناتو مقاماتو وويل چې يو ځانمرګي بريد كونكي خپل له چاوديدونكو توكو ډك موټر د ناتو له كاروان سره وجنګاوه. قاري يوسف احمدي چې ځان د طالبانو وياند بولي د دي بريد مسوليت يې د طالب جنګيالو پر غاړه و� �واچاوه. ",په کندهار کي د ناټو څلور سرتیری ژوبل شوی دي 4395,میروریس جلالزی,"   رپوټونه وايي دا الوتكه  چې څه كم ۱۸۰ تنه پكې سپاره وو پرون ورځ هغه وخت راوغورځيده چې د مقاماتو په وينا په ماشين كې يي اور ولګيد. په دي پيښه كې د هيڅ يو مسافر د ژوندي پاتي كيدو تمه نه ليدل كيږي. د روسيه د بيړنيو حالاتو د وزارت م سولين وايي مخكي له دي چې الوتكه را وغورځيږي خپل مركز ته يي په مخابره كې خبر وركړ چې دوي له تخنيكي ستونزي سره مخ شوي دي. ",د روسيه د هوايي كرښي الوتكه را وغورځيده 4396,," ", 4397,," ", 4398,میرویس جلالزی," حامد كرزي چې د سه شنبي په ورځ يې د جمهوري رياست د ماڼي تر مخ د صبر د ونو لاندي دافغانستان د ټولو ولايتونو له واليانو او امنيه قوماندانانو سره خبري كولي � �ه هغوي غوښتنه وكړه تر څو له عامو خلكو سره سم سلوك وكړي او د عملياتو پر مهال د هغوي كورنو ته بي له مخكني اجازي ور داخل نشي. كرزي له امنيه قوماندانانو غوښتنه وكړه چې خپل پوليس پوه كړي او حق او ناحق د طالبانو په نامه بي غرضه ملكي كسان ونه ځوروي . افغان ولسمشر په هغو موضوع ګانو هم ځان خبر وښود چې ويلي كيږي پوليس په ځينو ولايتونوكې خلك په حق او نا حق بنديانوي او وروسته يي بيا د پيسو په بدل كي بيرته خوشي كوي. ټاكل شوي چې د افغانستان په پلازمينه كابل ښار كې به را ټول شوي واليان نن بيرته د خپلو ولايتونو په لور روان شي. ",كرزي: د خلكو كورنه بي له اجازي مه لټوئ 4399,میرویس جلالزی," په جنوبي افغانستان كې د ناټو يو وياند وويل چې حاجې ظاهر او ورسره ۸ تنه نور شكمن ترهګر يي د نوزاد په ولسوالي كې وړمه ورځ د يو هوايي ب� �يد پر مهال وژلي او د هغوي پټن ځآي يې هم نړولي ده . ځواكونه وايي چې په دي بريد كې ملكي كسانو ته مرګ ژوبله نده اوښتي. ",د طالبانو يو وتل مشر حاجي ظاهر په هلمند كې ووژل شو 4400,میرویس جلالزی," دا كسان د هغي خونړي نښتي په پايله كې له ژوند څخه بي برخي شول كله چې د ناتو قواوو د افغان پوځيانو او پوليسو په ملاتړ د رواني اوني په سر كې  د څه باندي ۱۰۰ تنو مخالفو جنګيالو بريد له ماتي سره مخ كړ. د كندهار سيميز مقامات وايي وژل شوي ټول كسان طا� �بان دې او مړي يي هم د سيمي د سپيږيرو په منځګړيتوب او مرسته خپلوكورنيو ته وسپارل شول. د جسدونو د تس� �يمولو  پر مهال د يووژل شوي طالب پلار چې سترګي يې له اوښكو ډكې وي او لاس يي ريږديدو وويل چې زوي يې د هغه له اجازي پرته له مخالفينو سره يو ځآي شوي وو او كه دي په دي موضوع وختي خبر شوي واي نو خپل زوي ته به يي اجازه نه واي وركړي چې د افغان دولت له پلورل شويو مخالفينو سره يوځآي شي. د پنجوايي په جګړه كې څه باندي ۷۰ تنه د دولت مخالفين له پښو غورځول شوي وو. ",د شل تنو طالبانو مړي يي كورنيو ته وسپارل شول 4401,میرویس جلالزی," فغانك والتر شتاين ماير چې په دي سفر كې و� �سره د نومړي هيواد د افغانستان د سفارت ځيني غړي هم مله وو پرون ورځ په داسي حال كې مزار ښار ته ورسيد چې د هغه د ښكته كيدو په سيمه كې سخت امنيتي تدابير نيول شوي وو. نوموړي په دي ښار كې له خپلو سرتيرو سره وكتل او ټاكل شوې چې ښاغلي ماير به كندز ته هم سفر وكړي تر څو په هغه ولايت كې له خپلو ميشته پوځيانو سره د زړه خواله وكړي. فغانك والتر شتاين ماير د يو دري ورځني سفر په هدف افغانستان ته راغي چې په سر كې يې له ولسمشر كرزي وروسته د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون له ريس او كاركنوكو او له هغه پس د ډاكتررنګين دادفر سپنتا سره ليدنه وكړه. جرمني وايي په افغانستان كې به د امنيت د راورستو په موخه هر راز اضافي امنيتي مرستي له افغانستان سره جاري وساتي. ", د جرمني د باندنيو چارو وزير مزار ته ورسيد 4402,," ", 4403,,"   دائتلافي ځواکونو بینوا ته � �اغلې خبرپاڼه لیکي چې یوه نامعلوم طالب ویاند په دې وروستیو کې پر ائتلافي ځواکونو دگڼو بریدونو خبرونه خبري � �سنیو ته ورکړي، چې ټول بې اساسه دي. طالب ویاند ډاکټر حنیف افغان اسلامي اژانس ته ویلي:"" تېره شپه دلغمان دعلیشنگ په قلابازار سیمه  کې د اتو (8) تنو امريکايي عسکرو د وژلو خبر ورکړ او وئې ويل چې (د عليشنګ په ولسوالۍ کې د تېرو � �سو ورځو څخه روانه جګړه کې د پنځوسو (50) تنو څخه زيات بهرني او داخلي عسکر وژل شوي او پنځلس (15) موټرې يې له منځه تللې دي چې په مقابل کې درې (3) تنه طالبان وژل شوي او پنځه (5) نور ټپيان شوي دي). خو دائتلافي ځواکونو خبرپاڼه بیا لیکي:"" دا ادعا سمه نده یوازې د اگست په ١٥ په همدې ځای کې جگړه شوې چې ایله یو امریکایی سرتیری ټپي شوی"". په بل خبر کې طالب ویاند ډاکټر حنیف افغان اسلامي اژانس ته وی� �ي:""  (پرون ماذيګر (2006-08-21) طالبانو د کنړ ولايت د م اڼوګي د ولسوالۍ د (لوټه) په سيمه کې د امريکايي عسکرو په ګزمه بريد وکړ چې د سختې جګړې سبب شو). زياته يې کړه چې ( په جګړه کې څوارلس (14) تنه امريکايي عسکر وژل شوي او په په مقابل کې دوه (2) تنه طالبان شهيدان شوي او څلور (4) نور ټپيان شوي دي"". خو خبرپاڼه کې ائتلافي ځواکونه لیکي:"" دکنړ ولایت دماڼوگۍ په ولسوالۍ کې داگست په ١٩ جگړه شوې درې امریکایي سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي"".",ائتلاف: دطالب ویاند ټولې ادعاوې بې بنسټه دي. 4404,," د افغانستان د خپلواكۍ ۸۷يمه كليزه په پېښور كي د ((سوله)) سپورت اكاډمي او ((وسيمي)) تكواندو كلب لوبغاړو د نمايشي پروګرام په ترسره كولو ولمانځل. د افغانستان د خپلواكۍ ۸۷يمه كليزه په پېښور كي د ((سوله)) سپورت اكاډمي او ((وسيمي)) تكواندو كلب � �وبغاړو د نمايشي پروګرام په ترسره كولو ولمانځل. د ا نمايشي پروګرام چي د استاد اختيار ګل ام ين زي او استاد محمد نعيم وسيمي له خوا د خپلواكۍ د ورځي (د زمري ۲۸مه) په وياړ جوړ شوى و په ترڅ كې يې د دواړوكلبونو شاګردانو خپل نماي� �ونه وښودل، د تكواندو او كنګفوتوا د نمايشونو ترڅنګ د جمناسټك او بوكس لوبې او دراډونو پورته كولو، د ښيښو خوړلو، پر خېټه او مرۍ د موټر سايكل د تېرولو نمايشونه هم تر سره شول چي د نندارچيانو له تاوده غبرګون سره مخ � �ول. د نمايشونو له ترسره كېدو وروسته شاګردانو ته د مهاجرو د فدراسيون د رئيس سيد نجيب الله هاشمي او نورو استادانو له خوا كمربندونه او مډالونه وركړل شوه، د سوله سپورت اكاډمي څخه فېروزخان سهاك، فهيم ځاځي، ديندار، شاه اغا مموزي، دوست محمد، اميد، شاپور، شين ګل، زيار مل، اسماعيل، ذكي، ذبيح الله، اميد، ناصر، رحمت الله، ښايسته ګل، يوسف، وړوكي سميع الله، او له وسيمي تكواندو كلب څخه استاد عطاْءا� �رحمان، بازمحمد، خليل، ذبيح الله، جاويد، خالد، ضمير، او رفيع الله په مډالونو او كمربندونو ووياړل شو� �.  د پېښور د نورو سيمو څخه راغلي مېلمانه او لوبغاړي هم په مډالونو او تحفو ونازول شول،  پاته دي نه وي چي پروګرام ګام پر ګام د نندارچيانو له خوا په تودو چكچكو او د ځوانو شاعرانو (شيرين زوى، الهام، انتظار، رحمان الله فرمان، بختيار شاداب، تحسين الله تحسين، استاد باركزي، بابر امين زي، واحد ګل امين زي،) له خوا د شعرونو په ويلو بدرګه كېدئ. غونډه ماښام ناوخته په ټول هيواد كي د سولي او ارامۍ د دوعايې په ويلو سره پاى ته ورسېده. ",د خپلواكۍ د ورځي په وياړ سپورټي نمايشونه ترسره شول 4405,," د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي تېره ورځ يې د زابل په ناوه ولسوالي كي د امريكايي سرتېرو او افغان پوځيانو دوه موټره په ريموټ كنټرول بم الوزولي دي چي پكښي سپاره عسكر يې ټول وژلي دي. د نوموړي په وينا نن سهار اته بجې يې د غزني د ګيلان ولسوالي په غازي خېلو كلي كي يو امريكايي ټانك له منځه وړى دى، دى زياتوي چي د زابل د خاك افغان ولسوالي په غازي خېلو كلي كي يې د افغان پوځيانو دوه موټره سوځولي او يو يې د دوى په وينا غنيمت نيولى دى، په يوه بله ورته ادعا كي وايي چي تېره شپه لس بجې يې د غزني په قره باغ ولسوالي كي د امريكايي سرتېرو او افغان پوځيانو پر پنځو مركزونو بريد كړى ۳ ټانكونه او درې پيك اپ موټران يې ور سوځولي دي چي د ايتلاف او افغان پوځ ګڼ شمېر عسكر يې پكښي وژلي دي. همدارنګه د طالبانو يو بل وياند ډاكټر محمدحنيف د لغمان ولايت د عليشنګ ولسوالۍ پر دوه سړكه باندي د امريكايي سرتېرو پر كاروان د بريد ادعا كوي چي د ده په وينا پنځه موټر يې ويجاړ او ټول سپاره عسكر يې وژل سوي دي. بل پلو ته د ايتلافي ځواكونو مسئولين د كندهار په پنجوايي، د هلمند په نوزاد، د اروزګان په چوره او د خوست په يعقوبيو ولسواليو كي د ګڼ شمېر طالبانو د وژلو كېدو ترڅنګ دځينو كسانو د نيولو خبر وركوي.  خو  دواړي غاړي نه يوازي دا چي يو بل ته د درندو زيانونو ادعاوي كوي بلكي د مخالف لوري له خوا وركړل سوي خبرونه ټول بې بنسټه ګڼي. ",طالبان او ايتلاف يو بل ته د د اوښتو زيانونو ادعاوي كوي 4406,," ", 4407,,"   بینوا ته دسوله ساتو ځواکونو یا ایساف له لورې په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دتیرې ورځې کندهار کې دځان وژونکي برید له امله چې دایساف ٤ سرتیري پکې ټپیان شوي وه یو ترې نن مړ شوی دوی وايي دپاتې دریو روغتیایي حالت ښه دی. پدغه برید کې یو ملکي وگړی هم ټپي شوی وه. ",دځانمرګي برید له امله دایساف یو ټپي شوی مړ شوی. 4408,," دهلمند دوالي وياند حاجي محى الدين  خان بينوا ته وويل : چې ددغه ولايت په  نوزاد ولسوالۍ كې دطالبانو يو لوړ پوړي  قوماندان ملاجمعه ګل  � �ه خپل مرستيال سره دناټو دبمبار په ترڅ كي وژل شوي . دغه چارواكي  ملاجمعه ګل  په نوزاد كې دطالبانو دعمليات مسئول  وباله  او ويي ويل چې له ډېره وخته يې  دولت    دنيولو ياوژلو په لټه كې وو . خودطالبانو وياند قاري يوسف احمدي  له خبري رسنيو سره  دخپل قوماندان دوژل كيدو خبر رد كړي .   ",دهلمندچارواكو ديوه طالب قوماندان دوژلوخبر وركړ . 4409,," دهلمند دمركز لښكرګاه  دصافيانو دكلي يو اوسيدونكى تير ه شپه  دنامعلومو وسلوالو  لخوا حلال شوي دي . دهلمند دامنيې قوماندانۍ چا� �واكي وايي چې  نعمت الله  تير شپه  پر ۱۲ بجې  له خپله كور ايستل شوي اوبيا حلال شوى دۍ . كه څه هم چارواكي  ددغه كس دوژل كيدو لامل  دهغه شخصي دښمني بولي  خو ددغه كورنۍ غړي وايي چې دوۍ له چا سره  دښمني نه لرل . ",په هلمند كې نامعلومو وسلوالو يوتن حلال كړى 4410,," ", 4411,," ", 4412,,"   بینوا ته دسوله ساتو ځواکونو له � �ورې په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې تیره شپه ١٠:٣٠ بجې دغو ځواکونو دکندهار دژیړۍ په ولسوالۍ کې هغه مهال ١١ طا� �بان ووژل کله چې ١٥ وسلوالو طالبانو غوښتل دایساف ځواکونو ته کمین ونیسي دوی وایي کله چې ایساف پرې خبر شو نو وسلوالو بل ځای ته ځان وباسه خبرپاڼه لیکي بیا یې پلټنه وکړه چې ملکي وگړي خو به یې په منځ کې نه وي ملکي وگړي یې ورسره نه وه هوایي بمبارۍ وشوې او ١١ طالبان یې ووژل. خبرپاڼه دا هم لیکي چې له بمباریو وروسته ٢ طالب جنگیالي له سیمې ووتل. خو په سیمه کې خلکو خبري رسنیو ته ویلي چې وژل شوي ملکي خلک ول او دانگورو دشکول لپاره سیمې ته تللي ول.  ",دکندهار په ژیړۍ کې ایساف ١١ طالبان وژلي. 4413,,"   بینوا ته دسوله ساتو ځواکونو له لورې په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې تیره ورځ په کندهار کې  د ځان وژونکي برید وروسته سیمې ته په یوه موټرسایکل دوه سپاره روان ول دایساف سرتیرو دودریدو غږ پرې وکړ ولې دوی ونه دریده بیا دایساف ځواکونو پرې ډزې وکړې چې دواړه لومړی ټپیان شول تر روغتون یې ورسول خو یوه له ټپ خوړلو ورسته خپل ژوند له لاسه ورکړ او بل لاهم ښه روغتیایي حالت لري. خبرپاڼه لیکي دوژل شوي کس کورنۍ ته دتسلیت مراتیب وړاندې کوي. ",ایساف تیره ورځ په کندهار کي ملکي وگړي وژلی 4414,داکتر حسن--لندن," بیادې په کتلو کې وراني وکړه?یاره دا دي څه مهرباني وکړهشوله ملکه دنیاز محل کې اوسزما شډلې میني چې یاري وکړهنن مې کړه میلمه دپلوشوښکلا ډیره مې دحسن م یزباني وکړه تا چې کړل کافر زلفان خواره په ما دادې پهرښتیا مسلماني وکړهمونږ خو کړه لو ګی تر لیونتوب ځنېستا ځواني له چا سره ځواني وکړهخاوري به اداب دخاني زده کړي اوس?ټول عمر حسن چې ګدائي وکړهداکتر ح سن--لندن ",بیادې په کتلو کې وراني وکړه 4415,"بي بي سيده عا� �ف"," دبي بي سيده عارف ناول (( شپه له نيمي اوښتې . . .)) چاپ شو نوموړی ناول د خوست ولايت د ځواني ليکوالي بي بي سيده عارف لومړنی اثر دی .پرکتاب سريزه ښاغلي استادمحمد اصف صميم  ليکلې ده ،چې دده په اند ((ددې ناول پر هنري ښکلا سربيره يوه ځانګړنه دا هم ده ، چې ليکوالي په ډېر کم منګ کې ددغسې يوې سپېڅلې ولولې او برلاسې هنري ژبې په زور د يوه داسې درانه پېټي وړو ته د همت مټې رانغښتې ، چې له کتاب ، لوست او قلم سره ددې د لېونۍ مينې اندازه ترې له ورايه لږيدای شي)) دناول کيسه ت� �اژيدي پيښې انځوروي ،د يادولو وړ ده چې ،بي بي سيده عارف لومړنۍ پېغله ده چې په اوولس کلنۍ کې يې ناول ليک� �ی.کمپوز او ډيزاين يې ذبيح الله عارف کړی .د چاپ چارې يې په پېښور کې د ميهن کتاب پلورنځی لخوا ترسره شوي ، چې په سپين کاغذ ، رنګه پښتۍ او په ښه صحافت  چاپ شوی .د تر لاسه کيدو ځایميهن کتاب پلورنځیبو� �ډ ناصر باغ روډ لومړی کوڅه اول نمبر دوکانټيليفون شميرېپېښور :03219895621پېښور :033392600398کابل : 0799820749   ",شپه له نيمي اوښتې . . . يو بل پښتو ناول چاپ شو 4416,," ", 4417,," ", 4418,," ", 4419,," ", 4420,,"     بینوا ته دائتلافي ځواکونو له لورې په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې نن داگست په ٢٣ مه درې اړخیزه امنیتي اتلسمه غونډه چې پکې دپاکستان دلوی د� �ستیزوال مرستیال احسان سلیم حیات، دافغانستان دملي اردو لوی درستیزول جنرال بسم الله خان، دائتلافي ځواکونو مشر جنرال کارل ایکنبیري او دناټو په مشرۍ دسوله ساتو ځواکونو یا ایساف مشر قومندان جنرال دیوید ریچرد برخه � �رله دلته په پلازمینه کابل کې ترسره شوه. په دې کتنه کې د پولې دواړو غاړو ته امنیت دټینگولو پر موخه دافغانستان_ پاکستان دټینگو گامونو اخیستل له یو بل لوري نه وغوښتل شول دواړه لوري دگډې جگړې یعنې له تروریزم سره په جگړه کې دیو بل ملگرتیا په ملاتړ سره دخبرپاڼې په انگیرنې لا ښه کولای شي. داستخباراتي لارو چارو غښتلي کول دکتنې لپاره مهم توکي ول دیو لړ ټیلیفونونو ویش دواړه لوري داستخباراتي کړنو په ډگر کې پیاوړي کولای شي تر څو ددوی په وینا ددښمن ښه مخه ونیولای شي. ",درې اړخیزه اتلسمه امنیتي غونډه جوړه شوه. 4421,,"   بینوا ته دائتلافي ځواکونو راغلې خبرپاڼه لیکي چې نن سهار وختي دائتلاف سرتیرو له افغان ملي اردو سره په گډه ٧ دالقاعده غړي دکنړ داسمار په ولسوالۍ کې هغه مهال ووژل کله چې دغه ځواکونه له خپلې اډې ووتل او د القاعده غړو پرې ډزې وکړې چې بیا دائتلاف په ځوابیه ډزو کې دغو جنگیالیو خپل ژوند له لاسه ورکړ. خبرپاڼه لیکي په نښته کې یو دیارلس کلن ماشوم هم شهید شوی او یوه ښځه هم ټپي شوې دوی وایي ښځه ددرملنې لپاره دائتلاف روغتون ته په سیمه کې وړل شوې دوی وایي ائتلافي سرتی� �و ته کومه بلا نده پیښه شوې. ",په کنړ کې ٧ دالقاعده غړي وژل شوي. 4422,,"   نوي ټاکل شوي لوی څا� �نوال عبدالجبار ثابت نن خبري ناستې ته وویل چې هوډ لري په لویه څارنوالۍ کې پراخ بدلون  راولي نوموړي دغه � �از وویل چې ټاکنې به  په قومي بنسټ نه وي ولې اصلي کاري وړتیا به په نظر کې ساتي. دبډو اخیستونکو څا� �نوالو په وړاندې مبارزه کول دنوي څارنوال په وینا دکار له لومړیتوبونو څخه دی دی وايي یو ځواک به رامنځ ته کړي چې دبډو اخیستونکو مخه ونیسي. ",لوی څارنوال: په لویه څارنوالۍ کې ژور بدلون راولم. 4423,,"   دکورنیو چارو وزارت درسنیو دفتر بینوا ته وویل چې دزرغون په نوم یو تن دغلا په هغه تور نیول شوی چې تیره ورځ دکابل په ښار کې په رڼا ورځ داغا خان پورې تړلې یوه بانک نه دوه ملیونه او نهه نیم سوه زره افغانۍ او ٣٦ زره ډالره دوسلوالې غلا په ترڅ کې غ� �ا کړي. ",دتېرې ورځې دغلا په تور یو تن نیول شوی. 4424,,"   کټوازی -دکرکــټ دم یدان څخه  دزیږدیزکال 2006 دآسیا دجام په اتلولیو کی نن دافغانستان اودهانګ کانګ ترمنځ سیالی وشوه چه هانګ کانګ په خپل وار دټولو لوبغاړو په سوزیدو 157 منډی جوړی کړی،افغانستان به خپله لوبه دملیزیا دوخت سره سم په 14:40 باندی پیل کوی،ډیره زیاته تمه کیږی چه افغانستان به هانگ کانگ ته په ماتی سره فاینل ته ورسیږی. دیادونی ورده چه نن په یوه بله لوبه کی متحده اماراتو نیپال ته ماتی ورکړه او فاینل ته ورسیدو. ددی جام ګټونکی هیوادبه دکال 2011 نړیوالو لوبو ته لارپیداکړی. په دي سياليو کي 17 هيوادونو شرکت کړي وو. دکرکټ دلوبی مینه وال  کولاي شي ددي سايټ له لاري ځانونه خبرکړي www.acctrophy2006.com  ",افغانستان د اسیایی کرکټ د جام په نیمه پای لوبه کي 4425,," طالبانو د رهبري شوار له خوا د يوې اعلاميې په صاردولو په رسنيو كي د دوى او ناټو ځواكونو تر منځ د خبرو اترو د پيلېدو په اړه خپاره سوې خبرونه ټول دروغ وګڼل، په اعلاميه كي راغلي چي دوى به هيڅكله له افغان دولت او بهرنيانو سره خبرو اترو ته حاضر نه سي، او تر څو چي يو خارجي هم په افغانستان كي وي، د دوى په وينا د طالبانو مقاومت به شروع وي، په اعلاميه كي راغلي چي لوېديځ پلوه ميډيا غواړي په دې ډول د ولس او طالبانو ترمنځ درز پيدا كړي. ",طالبان له ناټو سره د خبرو اترو اوازې ردوي 4426,," ( پتمن ) د عراق پخواني ولس مشر صدام حسين محاکمه د شاهدانو په گډون د دغه هيواد په پلازميني بغداد کي دوام لري.  صدام حسين او شپږ تنه ملگري يې په 1987 او 1988 کلونو کي د انفال په نوم عملياتو کي د زرگونو کردانو پر  وژني  تورن دي.د شاهدانو په وينا پوځي الوتکو د دوی د استوگني پر سيمو باندي بمونه غورځولي دي. ",دعراق د پخواني ولسمشر صدام حسين محکمه دوام لري 4427,,"   ( پتمن )  د روسيې د هغې ا� �وتکې تور بکس ، چې د سې شنبې په ورځ په اوکراين کې ولويدله، وموندل شو. د تر لاسه شوو معلوماتو له مخې دغه الوتکه د تالاندې او بريښنا له امله را پريوتې ده. الوتکه له 170 سپرليو سره هغه مهال راوغوځيده، چې د تور سمندرگي په څ نډه کې د آناپا له تفريحې سيمي څخه د روسيې د سنکت پترزبورگ په لور د الوتلو په حال کې وه. د روسيې دولت له دې امله نن د ملي ماتم ورځ  اعلان کړې ده.   ",اوکراين : دلوېدلي روسۍ الوتکي توربکس وموندل شو 4428,," ( پتمن ) د کانگو ديموکراتيک جمهوريت په پلازميني  کنشاسا کي د دغه هيواد د ولسمشر جوزيف کابيلا  او مخالف مشر ژان پير بېمبا د جنگيا� �يو ترمنځ نښتي رواني دي . د تيري يکشنبي په ورځ د ولسمشرۍ د ټاکنو د پايلو له اعلام  څخه وروسته د دواړو ډلو ترمنځ په نښته کي څه نا څه لس تنه وژل شوي دي. اوس د پلازميني په واټونو او کوڅو  کي د ملگرو ملتونو او ا� �وپايې ټولني سرتيري په گزمه بوخت دي. ",دکانگوپه پلازمېنه کي مرګ ژوبله رامنځته سوې ده 4429,سويډن کي دافغانانو ټولنه," ځوان نسل  او سالمه  روزنه په سويډن کې دافغانانو علمي اوفرهنگي مرکز د هېواد د علمي ، ادبي او فرهنګي شخصيتونو د لمانځنې او علمي کنفرانسو دجوړولو په لړ کې دا ځل غواړي  د(( ځوان نسل او سالمه روزنه )) تر نامه لاندې  دپوهانو او څ ېړونکو په گډون دروان م کال  دنومبر دمياشتې پر ۲۵ نېټه دسويډن دمالمو په ښار کې علمي او ښوونيز کنفرانس جوړ کړي  . همدا ډول دهمدې غونډې په دوهمه برخه کښې چې دماښام پر «۷« بجو پيل کيږي د زموږ دهيواد پېژندل شوي تاريخ پوه  ليکوال او څېړونکي محترم  کانديد اکادميسين  اعظم سيستاني  علمي اوڅېړنيزو خدمتونو درناوي ته ځانگړې شوېده . ټولو درنو پوهانو، څېړونکو، ليکوالو، د فرهنگي ټولنو استازو او زموږ دوياړلي  مېلمه کانديداکادميسين  اعظم سيستاني مينه وا� �وته  په درناوي سره بلنه ورکول کيږي چې په دې درنه او علمي غونډه کې برخه واخلي .  دغونډي پروگرام : لومړۍ برخه :  دغرمې پر 12 بجو او لسو دقيقو دغونډې پ� �انيستونکې وينا . د پوهانو او ليکوالو دعلمي او څېړنيزو مقالو او ليکنو اورېدل  . دورځې پر دريو بجو د  15  دقيقو لپاره تفريح  . دغونډې دپاته گډون کونکو دمقالو او ويناو اورېد ل . دماښام پر 18.30 بجو ددټولنې  لخوا د اماده شوي ډوډې خوړل  . دوهمه برخه  : پيل: 19.30 دهيواد پېژندل شوي تاريخ پوه او ليکوال محترم  کانديدای اکادميسين  اعظم سيستاني دژوند ليک لوستل.    په اروپا اودنړۍ په نورو هيوادو کښې دفرهنگي ټولنو او علمي شخصيتونو لخوا رالېږل شوو پيغامونو او ليکنو وړاندې کول  . دريمه برخه : دپروگرام په وروستۍ برخه کښې دغونډې درنو ب� �خوالو په خاطر دټنگ ټکور (ساز او اواز)  پروگرام په نظر کې نيول شوی دی . دغونډې پيل :  د شنبې ورځ  دنومبر پينڅه ويشتمه نېټه   ختم :  دماخستن  دولس بجې   پته : د کروکسبېک ښوونځي د کنفرانس تالار Kroksbäckskolan, Informationsalen  Telefon: 0046 40 13 53 50Mobil: 0046 (0) 736 511 569Email: ghamkhor@hotmail.com ",په سويډن کي دافغانانودعلمي او فرهنگي مرکزخبرتيا 4430, شريف سليمانخيل _ كابل,"   شريف سليمانخيل _ كابل  څه موده مخكې په كابل كې دملګروملتونودسرمنشى ځانګړى استازي دخپلې يوې مركې په ترڅ كې دلخدار ابراهيمي له قوله داخبره كړې چې كه دبن په پريكړوكې دنورووسله والوډلوترڅنګ ځينوطالب مشرانوته هم ونډه وركړل شوې واى نو دناام نيو كچه به تردې بريده نه واى رسيدلې اوافغانستان به اوس له دومره لوى بحران سره نه واى مخامخ شوي . ددې � �وړپوړي چارواكي دې خبرى دهيواد په مطبوعاتوكې داسي يوه زلزله راوپاروله چې له ځينونه يې لار اوګودر ورك كړ اونه پوهيده چې په دې اړوند څه وليكي اوپه دې هكله څه څيړنه وكړي ،خودطلوع تلويزيون چې تل په داسې ماجراوو پسي � �الهانده ګرځي ښه غوړه مړې يې لاس ته ورغله چې بې له ځنډه ورته سعد محسنې او رزاق مآمون د ( ګفتمان ) دتبليغاتې ريس� �ينګ سټيج پرانيست اودځينو جعلي كارشناسانوګردى ميز يې جوړ كړ . په دغه ګردي ميز كې چې اكثره يې ستمې ډوله اومتعصبي څيرې راټولي شوي وې دملګروملتونوداستازي څرګندونې يې غير مسئولانه اوله واقعيت نه ليري وګڼلې او طا� �بان يې دالقاعدې له سازمان سره په تړاو يوه نړيواله ترورستي ډله وګڼله ،اوداسي يې ښكاره كړه چې ګواكي نړيوال اودهغوپه سر كې دامريكې متحده ايالات غواړي په افغانستان كې يوه نوى سياسي لوبه پيل كړي او يوځل بيا دافغانستان دوسيه طالبانو او پاكستان ته وسپاري ،دوي په دغه بحث كې څرګنده كړه چې نړيواله ټولنه دافغانستان په امنيت اوبيا جوړونه كې ناكامه شويده اواوس يې داسي لوبه پيل كړي چې له افغانستانه پښې سپكي كړي اوافغانستان دافغانانوزاړه دښمن پاكستان ته وسپاري . دوي وايې پاكستان اوس اوس په افغانستان كې خپلې اجيري ډلې لري چې ترټولومهمه  ډله يې طالبان دي اوښكاره خبره ده چې دافغانستان واك به بيا دطالبانولاس ته لويږي اوافغانستان به يوځل بيا دپاكستان په پنځمه صوبه واوړي . ددغوانديښنواوانګيرنوپه لړۍ كې دارمان ملې و� �ځپاڼې هم دروان كال دزمري دمياشتي د ديرشمي نيټې د ګڼي په څلورم مخ كې ليكلې چې : (( بهرنيان غواړي طالبان داته څلويښتوساعتونولپاره كابل ته ننه باسي ))  كه څه هم ورځپاڼې دي خبر ته دسرچوك دآوازې اوخبر نوم وركړى خودوي په ډير مهارت غوښتي په ديتوګه دكابل په ښاريانوكې ويره اوډار پيداكړي . دارمان ملي ورځپاڼه ليكي چې : په سرچوك كې ډيره ګرمه آوازه ده چې بهرنيان غواړي داته څلويښتوساعتونولپاره يوشمير طالبان داوسني نظام د� �اپرځولولپاره كابل ته داخل كړي او ددغه پروګرام دعملي كولونه وروسته طالبان په خوندي توګه له كابله وباسي . خلك وايې چې ددغه پلان دپلي كولولپاره ډيرشمير طالبان دكابل پر شاوخوا اودكابل په ګاونډ ولايتونوكې ځاي په ځاي شوي دي . دغه راز اوازه ده چې ددغي كودتا په ترڅ كې دطالبانويوناولي پلان دادي چې دځينوسياسي � �خصيتونواودمطرحوخبري رسنيو دمسئولينوسرونه به ورته غوڅ كړي چې شمير يې زروكسانوته رسيږي . ځيني څيړونكې وايې مالومه نه ده چې طالبان به كله كابل ته ننوځي اوايا بيرته له كابله دوتلونيت لري اوكنه ؟ ځكه طا� �بانويوځل دواكمنۍ اوڅوكۍ خوندليدلي نوګومان نه كيږي طالبان دومره ژر له كابله له وتلونيت ولري اوپه دې توګه به تاريخ يوځل بيا تكرارشي . ( پورته ليكنه كټ مټ دارمان ملي دورځپاڼې دخبر پښتوژباړه ده )    دغه رازدزمري په يوديرشمه دترقى ورځپاڼې په يوه مطلب كې چې سرليك يې دې  ( ويره ده چې دكاسې لاندې نيم كاسه نه وي ) هم دې ته ورته انديښني ښودل شويدي ددې مطلب په يوه برخه كې داسې راغلي دي : (( داسې ښكاري چې حالات ورځ په ورځ خرابيږي اوس داسې ګنګوسې هم دي چې امريكا پخپله نه غواړي چې حالات سم اوا� �ام كړى اوپه جنوبى اوجنوب شرقي سيموكې دحالاتوپه خرابوالى كې په مستقيمه توګه دامريكا ناغيړي ښكارى اوداځكه چې دلته ملي شورا جوړه شويده څوملي شورا دحالاتو دخرابوالي دراښكته كيدو لپاره امريكا ته لاس وغځوي اوپريكړه وكړى چې دامريكا هميشنۍ شته والى دلته تصويب كړى نوبيا به په هغه صورت كې امريكا په پاكستان باندې دطالبانود� �اتګ په مخنيوى كې غږ وكړى. اوكه داسې نه وى مشرف دامريكا له امر اولارښوونې پرته يوګام هم نشي پورته كولاى  دملي اردوډيروسرتيروداخبره هم رسواكړى ده چې كله دوى دطالبانوقرارګاوى نيولى په هغوي كې هغه كانسروى موجودي وى چې كومې دوى ته وركول كيږي چې دغه كارزموږ ولسونوته نورنورشكونه هم پيداكوي ،خوعلايم داسي ښكاروي چې دطالبانو راتګ ته په لوي لاس زمينه برابريږي . ددې مطلب په وروستې برخه كې داسې راغلي دي : اوس داويره خپره شويده چې له كاسې لاندې به څه نيم كاسه راووځي ولى چې حالات ورځ په ورځ دطالبانوپه ګټه خرابيدونكى دى اوداسې ښكاري چې راتلونكى نوى لمريز كال به يوبرخليك جوړونكى كال وي )). كه په رښتيا دافغانستان دسياسي خوځښت په هكله داسې يوه لوبه پيل شوى وى چې افغان جګړه ځپلې ولس ته دسولي اوامنيت زيرى راوړى نوافغانان به يې دزړه له كومي هركلى وكړى خوكه داسياسي لوبه دنورواهدافولپاره جوړه شوى وى نوښكاره ده چې دافغانانودردونه اوپرهرونه به لاژور اوزيات شي چې په هغه صورت كې به هم ولس اوهم هيواددواړه دبربادى كندى ته ورګوزارشي . كه په رښتيا طالبان راتلونكې وي نوځان ورته ټينګ كړي ، خوزه وايم چې داځل به دطالب كيبل ته دمورې زوى هم ټينګ نه شي . ",اوس ځان ورته ټينګ كړئ !!دسلیمانخیل لیکنه 4431,اسدالله صميم," اسدالله صميم کمپيوټر يو برېښنايي ماشين دی چې يوازې ON او OFF پېژني ،او نور پر هيڅ نه پوهېږي تاسو به واياست چې داڅنګه ( ؟ ) د دې سوال جواب زما لپاره پۀ دې ليکنه کې ورکول ، ګران هم دی او آسان هم ! ګران اړخ ته به يي نه ورګرځم ، آسان به يي جواب کړم ، يقيناً چې زموږ پۀ منځ کې به داسې څوک نۀ وي چې برېښنايي او اليکترونيکي آلې يي ليدلې نۀ وي او يا يي هم کا� �ولې نۀو ي ، نو پر دې اساس څنګه چې يوه ساده برېښنايي آله يوازې د بندولو او لګولوفونکسيون لري کمپيوټر هم يوازې ON او OFF پېژني ټول پروسېس يې پر همدې چورليځ څرخي ، او نوره کومه مافوق العاده ځانګړتيا نه لري چې زموږ د پوهې له سويې دې ډېره لوړه وي کمپيوټر چې د بشر پۀ ليکلي او ناليکلي تاريخ کې يي پۀ لومړي ځل يو لوی اوښتون رامنځته کړ ، ژوند يې د هما اهنګۍ پر چورليځ و څرخاوۀ ، د فردي ژوند ټغر يې ټول او ټوله نړۍ يې د يو بل پۀ خوښيو او نېکمرغيو کې شريکه کړه ، نن نه دی ايجاد شوی ، او نه هم د بشر يو نوی کاوش دی ، بلکې له هغه مهاله يي تاريخچه پيلېږي چې انسان پۀ لومړي ځل ( ٠ ١ ٢ ٣ ٤ ٥ ٦ ٧ ٨ ٩ ) زده کړل ، ياني د راکړې ورکړې يو حسابي فورمول يې متعارف کړ ، داچې دا فورم ول چا متعارف کړ ؟ پۀ دې تړاو بېلابېلې نظريې موجودې دي ، ځينې وايي چې دا فورمول د ابوالحسن پۀ نوم يو مسلمان عالم چې ترمېلاد يې ډېر پخوا ژوند کاوۀ ، بشري ټولنې ته وروپېژاند ، دا هغه مهال وو چې بشري ټولنه نوې نوې د تمدن پۀ زانګو کې زنګېدلې وه ، او ځينې نور يې بيا بل څۀ وايي .البته د لومړۍ نظريې د ډلې د وينا له مخې کله چې نوموړي عالم له يوۀ تر نهو پورې عددونه متعارف کړل ، نو بيا يي هم ونه کړای شو د خپلې ټولنې د راکړې ورکړې دود چې پۀ لومړي سر کې ډېر ساده وو، بدل کړي ، او پۀ دې برخه کې يي تر يوې اوږدې مودې پورې پرمختګ ونه کړ ، خو آخېر نوموړی عالم پردې بريا� �ی شو چې د صفر ( ٠ ) متعارف کړي او د صفر پرمټ يې د راکړې ورکړې ټولې عمليې د تل لپاره بشپړ کړې ، او پۀ دې توګه يي د � �ياضي د علم بنسټ کېښود، چې د تاريخ پۀ پېر کې يي پراختيا پيدا کړه ، نوي نوي ساينسي علوم او فنون د هرې دورې عالم انو او پوهانو لکه علم منطق ، علم طبيعات ، علم فلکيات او داسې نور ....... د رياضي پۀ لمن کې راځای کړل چې دا لړۍ نن تر کمپيوټر ساينس او ټيکنالوژۍ پورې رارسېدلې .د تاريخ له مخې لومړنۍ تخنيکي آله يا ماشين چې ځينې يي د يوې کم پيوټر ي آلې پۀ نامۀ هم يادوي Soroban / Abacus دی چې تر مېلاد ٣٠٠٠ کاله پخوا د ساده حساب کتاب لپاره اختراع شو ، ابېکس د ننني کالکولېټر پۀ بڼه وو چې دجمع، تفريق ،ضرب او تقسيم عمليې يي بشپړولې ، نوموړی ماشين اوس هم پۀ اسيايي او د شمالي امريکا پۀ هيوادونو او لوېديځې اروپا کې کارول کېږي ،پۀ تېره بيا پۀاسيايي هيوادونو کې د لومړنيو ښونځيو ماشومانو ( ځانګړو _ ړندو ماشومانو) ته د جمع ، تفريق ، ضرب او تقسيم عمليې پرې ورښوولې کېږي .دلته بايد دا هم وويل شي چې پۀ لومړي سر کې کوم ماشين د سوروبان يا ابېکس پۀ نوم جوړ شو ، يوازې د جمع او تفريق ستونزې پۀ کې حل شوې وې اود ضرب او تقسيم فورمولې پۀ اولسمې پېړۍ کې وپېژندل شوې داچې د ابېکس د ايجاد وياړ د چا او يا کوم هيواد پۀ ب� �خه دی ؟ پۀ دې تړاو سم او دقيق مالومات پۀ لاس کې نه لرو چينايان يې د چينايي ، يونانيان يې د يوناني او عربان يې بيا د عربي تمدن وياړ او کرېډيټ ګڼي ، خو څۀ چې جوته ده د عربي يا اسلامي تمدن وياړ يې بلل له دې امله سم او پرځای مالومېږي ، چې بيا هم د رياضي او منطق د علم راپېژندونکي مسلمانان ياديږي او پۀ اسلامي نړۍ کې امپرومنټ ورکړل � �و او داچې ابېکس هم د ساده حساب کتاب فورمولې بشپړولې ، نو پۀ نورو ټولنو کې د ايجاد د دعوې کوم دلايل او تاريخي پس منظر نه تر سترګو کېږي .تر هغه راوروسته هم پۀ د ې برخه کې ډېر کار وشو ، او ډېر ې داسې آلې جوړې شوې چې يوازې د ح ساب کتاب لپاره کارول کېدې ، John Napier's د BONE پۀ نوم يو ماشين جوړ کړ ، Blaise Pascal پۀ ١٦٤٢ زېږديز کال د Pascaline پۀ نوم يو ماشين جوړ کړ چې د جمعې او تفريق عمليې يي بشپړولې ، پۀ ١٦٧٢ زېږديز کال يو بل فرانسي ساينسپوه Liebnitz يو بل ما� �ين جوړ کړ او د جمعې او تفريق تر څنګ يې د ضرب او تقسيم عمليې او فورمولې هم بشپړولې ، تر دې وروسته Professor J H Muller پۀ لومړي ځل د Difference Engine مفکوره ورکړه خود پلي کولو لپاره يي ژوند ورسره وفا ونه کړه او بيا د نوموړي شاګرد Charles Babbage تر ١٨١٢ مېلادي کال پورې کار پرې وکړ ، که څۀ هم چې نونس کاله يي پۀ دې برخه کې تېر کړل خو د ټيکنالوژۍ د نه پ� �مختګ له کبله يي زړۀ مات ،او ويي نه شوای کولای چې پۀ ټوله مانا يي بشپړ کړي ، بيا يي د Analytical Engine بنياد کېښود ، چې پۀ واقعيت کې د يو بل ساينسپوه Joseph Jacquard نظريه وه خو چارليس بېبيج پۀ عملي ډګر کې پلي کړه پۀ Analytical / Methodical Engineکې د Store , Mill , Control , Input & Output سيسټمونه شامل وو چې له ننني کمپيوټر سره يي ورته والی لارۀ پۀ تېره بيا � �ومړنی عصري کمپيوټر چې پۀ ١٩٤٠ زېږديز کال کې جوړ شو پۀ ډيزائن کې يي کټ مټ د Analytical Engine د ډيزاين مفکوره پر کار� �وېدلې وه خو بيا هم د ټيکنالوژۍ د نه پرمختګ له کبله Charles Babbage و نه توانېد چې کار يې بشپړ کړي ، خو برسېره پردې داد کمپيوټر د پرمختګ لومړی ګام بلل کېږي او پۀ ځانګړي ډول پۀ Mill سيسټم کې يي د ننني کمپيوټر د مېموري مفکورې ځای نيولی وو چې د هغه وخت ترټولو ستره او پرمختللې اختراع بلل کېږي . پۀ ١٨٨٩ زېږديز کال د نيويارک د وګړو د سرشم ېرنې لپاره ډاکټر هورمن هولريټ يو بل ماشين جوړ او د Tabulating Machine پۀ نوم يې و نوماوۀ ، بيا ځينې نورو پوهانو هم بې� �ابېل ماشينونه جوړکړل ، لکه Automatic Relay Complex Calculator او داسې نور .تر دې چې راتېر شو نو د کمپيوټر عصري او ډيجيټل پړاو ته ګام ږدو ، کمپيوټر چې تر ١٩٣٩ زېږديز کال پورې يي د يوۀ ماشين پۀ بڼه پرمختګ و کړ ،پۀ١٩٤٠ مېلادي کال له ماشيني صنعت څخه راجلا او Digitalized شو ، د کمپيوټر عصري پرمختګ پر پنځو پړاونو محيط دی چې پر هر يو يې پۀ لاندې ډول ږغېږو.د کمپيوټر لومړی پړاو د کمپيوټر لومړی پړاو چې له ١٩٤٠ څخه پيلېږي او تر ١٩٥٠ مې� �ادي کال پورې رسېږي ، د ټيکنالوژۍ د پرمختګ پړاو بلل کېږي ، لومړنی کمپيوټر پۀ ١٩39 زېږديز کال د او اسټېټ پوهنتون د فزيک او شمارياتوپروفېسر John Atanasoff د Lowa State University د فزيک پۀ عمارت کې د نوموړي پوهنتون د يوۀ فارغ شوي زده کوونکي Clifford Berry پۀ ملګرتيا جوړ او د ABC ياني Atanasoff - berry Computer پۀ نوم يې و نوماوۀ ، لومړني کمپيوټر که څۀ هم چې له اوسني کمپيوټر سره ډېر توپير درلود ، خوبرسېره پردې يي هم دElectronic Computation , Binary Arithmetic ,Parallel Processing , Regenerative memory , separation of memory & Computer Functions سيسټمونه لرل چې له اوسني کمپيوټر سره يي تر ډېره ځايه ورته والی ښيي ،پۀ دې بهير کې يوستر کالکولېټر د Atomic Sequence Controlled Calculator پر نامه جوړ شو چې بيا د Mark 1پر نامۀ ونومول شو ، د دې کالکولېټر سائز بېخي غټ او د يوې دوه پوړيزې ودانۍ پۀ شکل وو چې اتيا فوټه جګ ، څلوېښت فوټه سور يې درلود .د دې کالکولېټر د برېښنايي مصرف د پوره کولو لپاره د هغه وخت د متحده ايالاتو د دولت له خوا يو ځانګړی برېښنا کور جوړ شو چې اوس م هال د متحده ايالاتو د ميامي ښار ټول برېښنايي مصرف پوره کوي . ياده دې وي چې نوموړی کالکولېټر پۀ ١٩٥٨ زېږديږ کال د اپريل د مياشتې پۀ لومړۍ نېټه پر ټپه ودرېد او کار يې پرېښووچې اوس د يوۀ ميوزيم پۀ بڼه موجود دی تردې و� �وسته ځينې نورې کمپيوټري هم جوړې شوې ،لکه د ENIAC ( Electronic Numerical Integrator & Computer پر نوم يو کمپيوټر پۀ ١٩٤٥ زېږديز کال کې جوړ شو چې دېرش ټنه وزن ، ١٥،٥٥ مربع فوټه غټ او ١٥٠ کيلو واټه برېښنا ته يي اړتيا لرله ، همدا رنګه يو بل کمپيوټر پۀ ١٩٤٩ زېږديز کال جوړ اود EDSAC ياني Electronic Delay Storage Automatic Computer پر نامۀ ونومول شو چې پۀ لومړي ځل پۀ دې کمپيوټر کې Stored Program وکارول شو ، د دې ترڅنګ يو بل کمپيوټر پۀ ١٩٥١ مېلادي کال جوړ او د UNIVAC ياني Universal Automatic Computer پۀ نوم و نومول شو چې يو کامياب سوداګريز ( تجارتي ) ماشين وو ،د لومړي پړاو کمپيوټر کې د پروګرامينګ پۀ برخه کې Machine Language د Output لپاره Teletype printer او د Input لپاره Punch Card پر کار وړل کېدۀ د کمپيوټر دويم پړاو ( ١٩٥٥ ------ ١٩٦٠د) د کمپيوټر دويم پړاو د Transistor له ايجاد څخه پيلېږي ، چې د Transistor پر بر کت د کمپيوټر سايز راکم ، اوګړنديتوب يې له ملي ثانيې څخه مايکرو ثانيې ته لوړ شو ، همدا راز ځينې نور کلک کالي ( هارډويئر ) هم متعارف شول لکه Magnetic Tapes , Magnetic Disc , Card Reader او داسې نور ....... د دويم پړاو کمپيوټر د پروګرامينګ پۀ برخه کې يو ساينټيفک مېتود متعارف ،او پر همدې مېتود Assembly Language د پروګرامينګ لپاره وکارول شو ، د Input لپاره اوس هم له پخواني مېتود ( Punch Card ) څخه کاراخيستل کېدۀ خو د Output لپاره Daisy Wheel Printerمتعارف شو .د کمپيوټر د� �ېيم پړاو ( ١٩٦٠ ٠٠٠٠٠٠ ١٩٧٠ ) د کمپيوټر درېيم پړاو د Networking د ايجاد پړاو هم بلل کېږي ، چې د IBM او ډيجيټل کمپيوټر د شرکتونو له خوا بېلابېل (SNA او Decnet ) نېټ ورکنګ سيسټم متعارف شو ، اود Arpanet ياني ٍAdvance Research Project Agency Network چې د متحده ايالاتو د ملي دفاع وزارت پينټاګون د پوځي ضرورياتو لپاره پۀ ځانګړي ډول د يوۀ پياوړي اړيکيز سيسټم پر جوړولو ګومارلې وه ، پۀ ١٩٦٩ زېږديز کال يې د نړيوال معيار نېټ ورکنګ متعارف او پۀ لومړي ځل يې څلور پايې کم پيوټري سره وتړلې چې له يوۀ پوائنټ څخه يي و بل پوائنټ ته د مالوماتو پۀ لېږداو کې ښې پايلې ورکړې ، د دې ترڅنګ د ICs + Transistor پر ايجاد سره د کمپيوټر ګړنديتوب نور هم زيات ، سايز يې کوچنی ، د Power Consumption / Utilization يې لږ او د پروسېس د استناج او نتيجه ګېري له مخې يي پايلې هم پۀ زړۀ پورې شوې ، د درېيم پړاو کمپيوټر د پروګرامينګ لپاره High Level Languages متعارف شوې د Input لپاره پۀ لومړي ځل کيليدړه ( Keyboard ) پۀ ١٩٧٠ مېلادي کال جوړه او بازار ته وړاندې شوه د Output پۀ برخه کې Drum Hole Printer کارول کېدۀ .د کمپيوتر څلورم پړاو ( ١٩٧٠ ---------- ١٩٩٠ ) د کمپيوټر څ� �ورم پړاو د کمپيوټر د ګړندي پرمختګ پړاو بلل کېږي چې د VLSI ياني Very Large Scale Integrated Circuits له ايجاد څخه پيلېږي ، د کمپيوټر پۀ څلورم پړاو کې خورا ستر بدلونونه وليدل شول نېت ورکنګ چې د کمپيوټر په درېيم پړاو کې متعارف شو پۀ څ� �ورم پړاو کې يي ډېر چټک پر مختګ وکړ او د نړيوال جال ( انټرنېټ ) تر پولو ورسېد، د دې ترڅنګ د Intel Corporation له خوا پۀ لومړي ځل Micro Processing Chip متعارف او د Intel 386 , Intel 486 , Intel Pentium I , Intel Pentium II , Intel Pentium III پر نومونو و نومول شول او په د ې توګه پۀ لومړي ځل د تحليل مرکزي څانګه جوړه ياني د Logic Arithmetic يونټ پۀ CU يا Central Unit کې ضم کړل شوه او Central Processing Unit يې منځته راوړ ، او هم کمپيوټر ورسره آنلائن او دفتري چارې پۀ لومړي ځل کمپيوټرائزډ شوې ، ياني کمپيوټر چې پۀ � �ومړي سر کې يوازې د امريکا د متحده ايالاتو پۀ واک کې وو او نورو هيوادونو يي د رانيولو توان نه درلود ، لو يو سوداګريزو او تجارتي کمپنيو به کرايه کاوۀ ، پۀ ١٩٦٠ زېږديز کال ځينو پانګه والو د امريکا د هغه وخت دولت ته احتجاج وکړ او کمپيوټر يې پر ارګنائزېشن لېول وغوښت ،چې د امريکا د متحدا ايالاتو د وخت د حکومت له خوا يي غوښتنې ته مثبت جواب وويل شو او پرېکړه يي وکړه چې يو داسې کمپيوټر دې جوړ شي څو يي کورني او بانديني پانګه وال د رانيولو توان ولري ، هماغه وو چې له پرېکړې سره سم يو باصلاحيته کمېسيون ته دا دنده وروسپارل شوه چې بيا د هغه کمېسيون د سفارشاتو پۀ رڼا کې کمپيوټر پر ارګناډزېشن لېول راټيټ شو وروسته تر هغه پر Institutional Level (د پوهنتون پۀ کچه) و کارول شو ، او بيا نور هم پسې اقتصادي شو او دفتري چارې کمپيوټرائزډ شوې ، او نن هرڅوک کولای شي چې راز راز کمپيوټري پۀ مناسبې بيې سره له بازاره راونيسي . دلته بايد دا هم وويل شي چې کمپيوټر پۀ لومړي سر ( پۀ پنځوسمه لسيزه ) کې يوازې يو Numerical Analyzer وو چې د وخت پۀ تېردو سره د Data Storage ياني د ډېټا د ساتلو وړتيا پيدا کړه او بيا يي د Database Management System, Word Processor , Accounting Sheet , Presentation او آن تر Data Transmition پورې راورسېد . د کم پيوټر پنځم او راتلونکی پړاو د کمپيوټر پنځم پړاو چې د Artificial Generation پۀ نامۀ هم يادېږي ، تر دې دمه لا د Virtual Reality پۀ غېږ کې پروت دی او ياهم داچې د پر مختګ پۀ حال کې دی او د انساني کمال د بشپړتيا تصور راکوي ، ټول پ� �مختګ يې د انساني پنځه ګوني حواس پرتقليد اډانه دی چې پۀ تخنيکي بڼه ځنې شوی او کېږي تراوسه پورې يي ښې پايلې و� �کړې ياني تر دې دمه کمپيوټر پنځه ګونې انساني ځانګړنې لري او کولای شي چې د همدې ځانګړنو پر اساس د يوۀ نورمال انسان پۀ پرتله ښۀ کار وکړي د د ې دورې پۀ ټيکنالوژۍ کې د Vary Large Scale Integrated Circuits & Artificial Intelligence د کارېدنې له کبله د Thinking Power , Reasoning , Learning , Making Decision & Feeling ځانګړتياوې ليدلې کېږي چې دا کار تر دې دمه ٧٥ ٪ سلنې بشپړ شوی هم دیکه څۀ هم چې د کمپيوټر د راتلونکي پړاو پۀ هکله وړاندوينې کورټ ناشونې برېښي خو بيا هم دومره کولای شو چې لږترلږه د روان پړاو پۀ هنداره کې يي ننداره وکړو پۀ د ې مانا لکه نن د ايکسپرټ سيسټم پر مټ دا شونې ده کم پيوټر، د يوۀ ماهر ډاکټر پۀ توګه پر خپل سر ناروغان ګوري ، اووړ درملنه يي کوي ،او يا هم ديوۀ پياوړي سوداګر ( بزنس مېن ) پۀ توګه پۀ نړيوال مارکيټ کې زموږ لپاره کاروبار کوي ، يا د يوۀ ځيرک ښوونکي پۀ حيث پۀ پوهنتون او ښوونځي کې دځانګړي فکري ، ذهني او بدني حيثيت ماشومان او زده کړيال پۀ علمي او اکادميکه توګه روزي ، او داسې نور ې ډېر چارې ترسره کوي نو د ايکسپرټ سيسټم پر مټ موږ کولای شو چې د کمپيوټر د راتلونکي پړاو پۀ هکله چې تردې دمه لا د Virtual Reality پۀ غېږ کې پروت دی يو وړ تصور قايم کړو . ",د کمپيوټر د ايجاد او پراختيا پړاونه او ځانګړتياوې يي 4432,عزت الله پېژاند," کله چې شپه نيمه شي، او ټوله خلک سترګې پټې کړې ارام پيل کړيله ټوله عالمه خلافزما له سترګو څخه خوب وتښتياحساس مې ويښ شي تخيل بيدار شي، او د آسمان پر لور الوت پيل کړيسپوږمۍ ته وګورم او ته راياد شېغواړم په ياد دې بل غزل وليکمغواړم چې شعر ته ستا له ښک� �يو لېمويو څه ښکلا رانيسمقلم ته لاس کړم کتابچه پرانيزمد زړه کتاب کې صحيفه پرانيزمستا روښان مخته دريڅه پرانيزمخو په فضا کې د شينوک چورلکووحشي آواز مې د زړه غوښې وخوريد تخيل مرغۍ مې وترهېږيقلم مې ګوتو کې معطل پاته شي پر ځمکه زما له ستړو سترګو څخه، يو څاڅکی اوښکه توی شي او په آسمان کې يو روڼ ستوری ورک شي.4-08-06دهمزنګ، کابل ",شينوک چورکلې مې شعرونه وژني 4433,,"   تیره ورځ دفرانسې ولسمشر ژاک � �یراک وویل چې هیواد یې دلبنان سویل ته دملگرو ملتونو دسوله ساتو ځواکونو یا یونیفیل لیکې  دوه زره خپل سرتی� �ي استوي او ښایي ددغو ځواکونو مشري په غاړه واخلي همدا نن جمعه ١٧٠ فرانسوي سرتیري دلبنان سویل الناقورې ته ورسیدل. ",فرانسه دلبنان سویل ته دوه زره سرتیري استوي. 4434,,"   بېنوا ویبپاڼې ته دائتلافي ځواکونو له لورې په دوو خبرپاڼو کې لیکل شوي  چې پولیسو دکنړ مرکز اسعداباد سره نیږدې  یو لړ چاودیدونکي مواد نیولي خبرپاڼه دغه راز لیکي چې دائتلاف ځواکونو دپکتیکا دنیکا په ولسوالۍ کې یو لړ وسلې او وس� �تون موندلای او نیول شوي وسلې یې ملي اردو دکارونې لپاره ورکړي ",چاودیدونکي مواد او وسلې ، کنړ او پکتیکا کې نیول شوي. 4435,,"   دبینوا ویبپاڼې همکار په هرات کې دغور و� �ایت د چارواکو له خولې وایي چې تیره ورځ  دغور ولایت دپساوندپه ولسوالۍ کې دسیمې دپولیسو اوطالبانو ترمنځ جگړه شوې چې لامله یې دوه طالبان وژل شوي دغه چارواکی دڅو نورو طالبانو دنیول کیدو خبره هم کوي.  ",دوه طالبان غور کې وژل شوي. 4436,,"   دافغانستان ولسمشر کرزي لپاره یوه ځانگړې ویبپاڼه په نړیوال کلي کې دلوستوالو لپاره جوړه شوه چې په دغه ویبپاڼه دولسمشر ژوند لیک، پیغامونه، کتنې، انځورونه، رسمي اړوند کارونه پرلیکه کیږي. دویبپاڼې ژبه دا مهال انگلیسي ده او ښایي پښتو او دري هم راواخیستلای شي دا پاڼه دولسمشر کرزي ددفتر له لوري په مخ وړل کیږي. دویبپاڼې پته:              www.president.gov.af ",دولسمشر کرزي ځانگړې ویبپاڼه جوړه شوه. 4437, قدوسي سلیمانخېل," حكيمان او يا يوناني طبيبان چي كله د یوه رنځور درملنه پيل كوي نو تر علاج مخکي ْورته جلاب ْوركوي تر څو چي هغه فاسد اخلاط او عناصر ئي له جسمه ْووزي کوم چي رنځ ته وده ورکوي او يا ددرملني مخنیوی کوي ترڅو د رنځور بدن د علاج منلو ته تيارشي اوبيا وروسته دوا ْوركوي چي ژ� �اثر ْوكړي په همدې شكل زمونږ لپاره هم اسلام دهرنيك عمل له كولو او د هربدكار له پريښودلو  ځخه مخكي د نيت د ا خلاص او دزړه د صفائي جلاب وړاندي كوي. د هر نيك عمل لپاره د نيت اخلاص او دزړه صفائي ضروري ده د اخلاص م عنا داده چي ستا دا نيك عمل صرف د الله تعالى درضا او خوشاله كولولپاره دی  په نيت كي به د هم دا وي چي په دې كار الله تعالی زه مكلف كړي يم او هغه له ما ځخه په دې كار خوشاله كېږي ځكه ئي كوم زړه به هم له دنيوي لالچه ، طمعي او له ريا ځخه پاك ساتې په هغه صورت كي به ستا عمل د قبليدلو وړوي او د الله تعالى رحمت او توفيق به د شامل حال وي عمل كه نيك هم وي خو چي د الله تعالی رضا د په كي مقصد نه وه مردود او غير مقبول دي رسول الله صلى الله عليه وس� �م فرمائي: عن عمربن الخطاب قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم انما الأعمال بالنيات وانما لكل امرئ مانوى ـ الحديث (البخاري) د اعمالو د قبليدلو دارومدار په نيتونو پوري موقوف او تړلي دي او هر څوك به دخپل عمل هغه ثمره اّخلي چي په نيت كي ئي وي. په دې اساس علماوو په كتابونو كي دا په صراحت ْوئيلي دي چي عمل كه هرڅومره نيك وي خو چي نيت په كي خالص لله نه وي هغه عمل مردود دي او د نيت ځای زړه دي او په هغه الله تعالى علم لري بناء تر هر څه له مخه دزړه روغول په كاردي ابوهريره رضي الله تعالى عنه د دې حديث راوي دي وائي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائي:  عن أبي هريرة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ان الله لاينظر الى صوركم واموالكم ولكن ينظر الى قلوبكم واعمالكم. (مسلم وغيره) په � �يښتيا سره چي الله تعالى ستاسي شكلونو او مالونو ته نه ګوري بلكه د تاسي زړوونواوعملونو ته ګوري. په دې حديث شريف كي اول زړه ذكر شوی دی او بيا وروسته عمل ذكر شوی دی په دې اساس تر نيك عمل د مخه دزړه صفا كول ضروري ده داسي نه چي پښتانه وائي: تاوان د كيږه د مرده ګانو ارواح د مه پرې خوشاله كيږه .داسي نه چي نيك عمل د هم كړي وي او الله تعالى هم درته په غصه وي  (هم بوره هم بدنام )  په بل حديث شريف كي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرم ائي: عن نعمان بن بشير قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ألاو إن في الجسد مُضْغةً إذا ص� �حت صلح الجسد كله وإذا فسدت فسد الجسد كله ألا وهي القلب .  (البخاري) خبر ْووسی چي په بدن كي يوه ټوټه غوښه ده كه هغه روغه شي ټول بدن ْورسره روغيږي او كه هغه فاسده شي نو ټول بدن ْورسره فاسد كېږي.خبر ْووسئ چي هغه زړه دی. عن أبي هريرة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ان أول الناس يقضى يوم ال� �يامة عليه رجل استشهد فاتي به فعرفه نعمه فعرفهاقال فماعملت فيها قال قاتلت فيك حتى استشهدت قال كذبت ولكنك  � �اتلت لان يقال جريء فقدقيل ثم أمر به فسحب على وجهه حتى القي في النارـ الحديث (مسلم)  ابوهريره رضي الله تعالى عنه روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: په ريښتیا سره ړومبی  سړی  چي د قيامت په ورځ به د فيصلې لپاره راْوستل شي هغه څوك به وي چي هغه به په دنيا كي شهيد شوي وي الله تعالى به خپل نعمتونه ْور په يادكړي  هغه ته به ور په ياد شي الله تعالى به پوښتنه ځيني ْوكړي چي تا په دي نعمتونو كي كوم ښه كار ْوړلو هغه به په ځواب كي ْورته ْووائي: چي زه ستا په لار كي تر هغه وخته جنګېدلم ترڅو چي شهيد شوم الله تعالى به ْورته ْووائي چي دروغ د ْووئيل ته خو په دي نيت جنګېدلې چي خلګ ْووائي چي فلاني ډېر زړه ور دي هغه خلګو درته ْووئيل ح كم به ْوشي او پړمخي به ْوڅكول  ( کش کړل ) شي او په دوزخ كي به واچول شي.(الله تعالى د مونږ ته پناه راكړي) ",د نیت اخلاص او د زړه روغول 4438,," ( عبدالله پتمن ) داخب� �ه د اسراييلي سرتيرو لوي قومندان جنرل ډين هالوټس  د پوځي دستو ته پر يو ليکلي خط کي کړي ده نوموړي زياته کړه چي د حزب الله سره په جگړه کي د دوی دپوځ په انداز کي يو روښانه بدلون رامنځته شوی دی . د حزب الله په 4000 � �اکټي بريدونو کي د اسراييلو 116 سرتيري  او 43 ملکي وگړي وژل شوي دي.پر لبنان باندي د اسراييلو د بريدونو دوه موخي وې يو د حزب الله څخه د خپل سرتيري راخوشي کيدل او بل د لبنان په سهيلي سيمو کي د حز ب الله کمزوري کول. ",اسراييلو د په ناسيده توګه په لبنان کي خپله ماته ومنله 4439,," (عبدالله پتمن ) د اسراييلو جنګي الوتکو نن په غزه کې د يوه فلسطيني اورپکي په کور او د وسلو په يوه زېرمتون باندې بريد وکړ چې په ترڅ کې يې ٨ کسان ټپيان شول. د عيني کتونکو په وينا دغه بريد د شپې له خوا ترسره شو چې مالي زيانونه يي هم اړولي دي. د حماس د جنگياليو له خوا د دوی د يوه سرتيري له يرغمل نيولو وروسته، پر غزې خپل بريدونه ډير کړي دي. د دغو بريدونو په ترڅ کې تر اوسه له دوو سوو څخه ډير فلسطينيان وژل هم شوي. ",اسراييلي پوځيان پر غزه باندي پرله پسې بريدونه کوي 4440,محمد يونس برهان," او په لندن کې د ا� �وتک تښتونې اوازې محمد يونس برهان امريکايان جورج بوش ته د يو دينداره عيسوي سړي په سترګه ګو� �ي. ولسمشر بوش ډېر ځله داسې خبرې کوي لکه رښتيا چې هم يو ايمانداره مسيحي وي. کله - کله له دې نه هم مخکې ځي او  له خداى سره د خبرو کولو دعوى کوي، چې کېداى شي د ده په دين هم دا يوازې د پيغمبر ځانګړتيا وي. له کله چې يې په اصطلاح ترهګرۍ ضد جګړه پيل کړي، څو ځلې يې د جنګ د توجيه لپاره مذهبي او ايډيولوژيک تورې کارولي، چې هر ځلې يې اسلام او م سلمانان د دښمن په توګه په نښه کړي. د ده وروستۍ نومونه د زمري د ١٩مې وينا وه چې د لندن د ادعا شوې ترهګريزې دسيسې پړه يې په ""اسلامي فاشيستانو"" واچوله. لومړى به راشو د دسيسې رښتينولۍ ته. په اول سر کې لوېديزو رسنيو په ډېره بېړه د برتانوي چارواکو خبره د خبرونو سرته راوړه چې ګواکې د يو ستر ترهګريز بريد پلان يې شنډ کړى، هغسې بريد چې کېداى شي د سيپتمبر ١١ مې تر پېښې يې هم پايلې ناوړه واى. په لندن کې پوليسو ٢٤ هغه شکمن کسان په هوايي ډګر کې ونيول، چې نژدې له يو کال راهيسې تر شک لاندې و. ښکاره نه ده، چې دې خلکو په هوايي ډګر کې څه کول، خو دوى په داسې مهال کې ونيول شول چې په دې وخت کومې لس الوتکې د امريکې پر لورې الوتې. برتانوي چارواکو يو په يو غوغا جوړه کړه، چې د ٢٤ کسانو په نيولو سره يې د الوتک تښتونې او چاودنې غټ پلان   شنډ کړ . د امنيت د خطر اشاره سرې ته لوړه شوه او ټوله نړۍ يې بيا د ٢٠٠١ کال د سيپتمبر د ١١مې ياد ته وروګرځوله. تر ټولو لويه نښه چې د چارواکو په وينا دا ٢� �کسيزه ډله د الوتک تښتونکو په توګه ښيي له دوى سره ځينې اوبړين ( مايع )مواد و، چې يوه برخه يې کېداى شواى په چاودېدونکو توکيو کې کارېدلي واى. د برتانيې د کورنيو چارو وزير شکرونه ايستل چې پوليسو يې غټه توره وکړه او د امريکې هسکي ودانۍ يې له ګوزارونو بچ کړې. د ده په وينا، دې شکمنو کسانو غوښتل چې په الوتکو کې سپاره شي او کله چې امريکا ته ورسېږي هلته الوتکې وچاودوي او يا يې له امريکايي برجونو سره وجنګوي. څرنګه چې د پېښې په اړه لا هم پ� �ټنې روانې دي، اوس ډېرو کتونکو ته ښکاره شوې، چې دا هسې يوه ډرامه وه چې ټوني بلېير او جورج بوش د خپل سياسي دريځ د لوړولو لپاره جوړه کړې وه. د ترهګرو دسيسه که د بوش و بلېير ډرامهازبکستان ته د ب� �تانيې پخوانى سفير او د استخباراتو تکړه فعال کرېګ ميوري Craig Murray په يوه ليکنه کې ويلي چې ټولو څېړنو او ارزونو ته په کتنه چې ما په دې اړه وکړې راته څرګنده شوه چې تر اوسه هېڅ يو د شکمنو نيول شويو کسانو له ډلې څخه نه بم جوړ کړى و او نه يې له ځان سره څه چاودېدونکې مواد درلودل. هېڅ يو د هغو له ځان سره د الوتکې ټيکټ نه درلود او ډېرو يې لا پاسپورت هم نه درلود. څنګه د يو عاقل سړي لپاره دا د منلو وړ ده چې يو څوک چې نه پاسپورټ لري، نه د الوتکې ټيکټ او نه له ځان سره بمونه دې په الوتکو کې سپور شي، بهرني هېواد ته دې ځان ورسوي او چاودنې دې وکړي او يا دې الوتکې له نورو ودانيو سره وجنګوي؟  دى ليکي دا ٢٤کسيزه ډله د هغو زرګونو نورو برتانوي مسلمانانو يوه برخه وه، چې له يو کال راهيسې د برتانيې د استخباراتو تر څارنې لاندې دي او تر زرو زيات يې د ترهګرۍ ضد قانون له مخې نيول شوي، او يواځې ١٢ په سلو کې يې تر اوسه تورن شوي دي او نور ټول بېګناه ثابت شوي. دا ډول نيونې د برتانيې د حکومت په لاس د م سلمانانو د ځورونې د لړۍ يوه برخه ده. ټول دغه کسان چې په برتانيه کې تر څارنې لاندې دي عموماً هغه وخت نيول کېږي چې نښې نښانې د هغوى د ترهګرو پلانونو د پلي کولو نيت وښيي. خو د دغو ٢٤ کسانو په اړه په اوس مهال کې هېڅ داسې � �اسوندونه په لاس کې نه وو چې د دوى نيونه يې اړينه کړې واى. ځکه خو ډېر دې ته د دسيسې پر ځاى د سياسې لوبې په توګه ګو� �ي چې په دې ځانګړې وخت کې رامخې ته شوه. دا چې پاکستاني حکومت اعلان وکړ چې دوى د دسيسې د شنډولو په برخه کې لويه م� �سته کړې دا د پاکستان د استخباراتو ډرامه وه چې د نانځکې په څېر يې هر ډول لوېديځوال حکومتونه وغواړي هغه ډول نڅ ېږي. بيا نو د لوېديزې ميډيا پروپاګند هم پيل شو او بې له دې چې د حقيقت د موندلو په لټه کې شي سمدستې يې د برتانوي چارواکو په خوله باور وکړ او  ادعا شوې دسيسه يې د نړۍ د سرليکونه سر ته راوسته. ځينې هوښيارو رسنيو، لکه الجزي� �ه له سره دې ته د ادعا شوې دسيسې نوم ورکړ، او وروسته بيا ډېرى لوېديزو رسنيو هم همدا ټکى ورسره زيات کړ. د د� �واغجنې دسيسې په تور د نيول شويو کسانو خبره هغې کيسې ته ورته پاتې کېږي چې وايي يو بزګر له خپلو زامنو سره د � �اتلونکې کال لپاره د پالېز د کرلو سلا کوله. زامنو يې وويل چې پالېز خو به وکرو، مګر دا د ګاونډي د ماشومانو له � �ره به پاتې نه شي. هغه وو چې د بزګر سړي واړه زامن د ګاونډي دروازه وټکوله او ماشومان يې ښه په خرپ ورته وډبول. چا ځينې د هلکانو د ګناه په اړه پوښتنه وکړه، هغوى ورته وويل چې ياره دلته به موږ کال ته پالېز کرو، بيا به خټکي او هندواڼې کوي او بيا به دا هلکان راځي هغه به شکوي. دا دومره رسوايي د څه لپاره؟که چېرې رښتيا دا پلان هومره خونړى و چې په برتانيې او امريکې کې يې د خطر اشاره بېړنۍ کچې ته لوړه کړه بيا نو ولې د پېښې د خپراوې نه وروسته ټوني بلېير د کارابين په جزېرو کې چکر وهلو ته په ارامه ساه ادامه ورکوله او ولسمشر بوش هم د کړکېچنو حالاتو سره سره په بېغمه زړه په ګرين باى تفريحي ځاى کې خپله رخصتي تېروله او د داسې يوې ترهګرۍ هڅې لپاره خپله رخصتي ونه ځنډوله چې خطر يې د سيپتمبر د يوولسمې تر پېښې کم نه و؟ کله چې برتانوي څارګرو د تېر ديسمبر � �اهيسې د دغو شکمنو لټه کوله بيا ولې په دې مهال کې يې د په ډاګه کولو پرېکړه وشوه، په داسې وخت کې چې عامه نظريات په قاطعانه توګه د بلېير او بوش د هغوى د روان سياست په ضد وو چې پر لبنان باندې د اسرائيلي يرغل ملاتړ کوي او د اوربند د غوښتنې مخه نيسي؟د الوتکو د چاودنو خبر د ټولې نړۍ پام بيا له منځني ختيځه، چېرته چې د اسرائيلو په بمباريو کې د لوېديځ په ملاتړ بېګناه انسانان په وينو کې لمبېدل، د لوېديځوالو ساتنې او امنيت ته واړاوه. د ادعا شوې دسيسې د خبر له خپراوې دوه ساعته وروسته ولسمشر بوش په خپل دوه دقيقه ايز غبرګون كې بيا د نړۍ په هاغه بله څنډه په ميکروفون راغورځار شو او خپله فاشيستي څېره يې رسنيو ته وښودله، پاروونکې تورونه يې ولګول، ١.٤ مي� �يارده وګړو ته يې سپکاوى وکړ، د نړۍ يو ستر کلتور ته يې په سپکه وکتل او نور منځلارې خلک يې د تندلاريتوب پر لورې راکاږل. د هغه کټ مټ وينا ده: ""The conspiracy is a stark reminder that this nation is at war with Islamic fascists who will use any means to destroy those of us who love freedom, to hurt our nation,"" (دا دسيسه موږ ته يوه پخه يادونه ده چې موږ لاهم له اسلامي فاشيستانو سره په جګړه کې يو، هغه چې غواړي زموږ هغه کسان چې له ازادۍ سره مينه لري له منځه يوسي او زموږ ملت ته زيان ورسوي. ) قاشيزم اصلا په نورو خلکو يا ولسونو د خپلې شخصي عقيدې يا سياسي تګلارې تپل او منل او د هغوى د باورونو په ضد درېدل دي.  د Islamic fascism   يا islamofacsism   اصطلاحګانو استعمال په اوسنيو وختو کې مخ په زياتېدو دى. دا تبليغاتي تورى لومړى ځل د دويم سلمان رشدي خالد دوران لخوا کارول شوى و. مراکشي توکمه جرمنى دوران ته په لوېديځ کې د اسلامي نړۍ د کارپوه په توګه کتل کېږي، خو د اسلامي عالمانو لخوا يې د ارتداد او وژنې فتوا جاري شوې ده.هغه مهال چې ولسمشر وينا کوله، او آن د همدې ورځې تر پايه د خبريالانو له ټينګار سره سره، د نيول شويو کسانو د  يوه هويت، مليت يا دين لا په ډاګه شوى نه و. نو بوش څنګه پوه شو، چې دا کسان مسلمانان دي؟ ايا ولسمشر بې غوره دى؟تر اوسه ټولې نښې نښانې ښيي چې کومه جګړه چې ولسمشر بوش روانه کړې ده ايديولوژيکه جګړه ده، نه سياسي، يانې دى د يوې مشخصې عقيدې لرونکو خلکو په ضد جګړه کوي او خپل دښمن ټول هغه کسان بولي چې دا عقيده شريکوي. د بوش دې اصطلاح په کور د ننه د مسلمانو ټولنو او هم د لوېديځ په نورو برخو کې او د مصر، اردن، کويټ او سعودي تر حکومتونو پورې د خلکو سختې نيوکې راوپارولې.د ولسمشر بوش وياند ټوني سنو يوه ورځ وروسته ټينګار وکړ چې ولسمشر به د اسلامي ټولنو له پراخ اعت� �اض سره سره د اسلامي فاشيستانو د کلمې کارونې ته دوام ورکړي. هغه وويل چې ولسمشر تر اوسه ډېره عامه خبره کوله، چې د ترهګرۍ پر ضد جکړه ده، او اوس يې دا دى تر هغه زيات ټاکلې اصطلاح وموندله، چې د مسلمانو فاشيستانو په ضد جنګ دى ځکه ټولې ترهګرې ډلې د اسلامي فاشيزم نه الهام اخلي. هسې هم نه ده چې ولسمشر خپلې دا ډول خبرې بې پامه کوي، بلکې له مخې ښې پلان شوې او شمېرل شوې يې کوي. دا ډول خبري غونډو ته چې خبريالانو ته د پوښتنو وخت نه ورکول کېږي د ولسمشر ټولې خبرې ښه په غور او ځيرتيا غوره شوې وې او د نړيوال پيغام لېږدوونکې وي. د ده دغسې لنډې ويناوې معمولاً د هغه د سلاکارانو او مطبوعاتي کارپوهانو لخوا ورته جوړېږي او د خبريالانو په مخ کې له راڅرګندېدو نه مخکې يې ښه تکراروي چې کټ مټ هغه تيار شوې تورې رسنيو ته وړاندې کړي. دا لومړى ځل نه و، چې بوش د اسلامي فاشيست اصطلاح کاروي، او د هغه د وياند په وينا، نه به وروستى ځل وي. د ادعا شوې دسيسې نه درې ورځې وړاندې هم ولسمشر بوش خپلو دښمنانو ته په اشاره ورته له کرکې ډک کلمات کارولي و. هغه ويلي و، دى له داسې دښمن سره مخ دى چې غواړي جهادي پيغام په خلکو کې خپور کړي، کوم چې په اصل کې توتاليتريزم، اسلامي راديکاليزم او اسلامي فاشيزم دى. بوش له دې نه وړاندې هم ورته تورونه د مسلمانانو په ضد  کارولي و. هغه په تېر اوکتوبر کې يوې غونډې ته ويلي و چې د القاعده غوندې بريدونه  يوې ټاکلې ايديولوژۍ ته چوپړ کوي، چې اسلامي راديکاليزم، اورپکي جهاديزم او يا اسلامي فاشيزم بلل کېږي.اوسنۍ امريکايي ادارې د جګړې له پيله راهيسې د خپلو موخو د توجيه کولو لپاره مذهبي - عيسوي اصطلاح ګانې کارولې دي. لومړى يې د خيرو شر خبره کوله، بيا يې ويل چې خداى پاک د ترهګرۍ ضد جګړه کې له موږ سره او زموږ په خوا کې دى، د ژغورنې يا پاکي salvation او نور عبارتونه کارولي، چې هر يو يې په عيسويت کې ځانګړې مانا لري، چې د واکمنو ښي لاسو مسيحي تندلارو لخوا ويل کېږي. دا د اسلام په اړه د امريکايي ادارې هغه ژوره کرکه او له تندلارۍ ډک توپيري چلند ښيي چې د صليبي جګړو له پايه وروسته بيا د هېڅ لوېديځوال چارواکي لخوا نه دي ياد شوي. د غوايي له ښکر سره ډغرېبوش او بلېير له دې موقع نه ښه سياسي ګټه واخيسته. پر بوش باندې د مخالف ديموکرات ګوند نيوکې دې ورځو کې زياتې شوې وې او محبوبيت يې په ډراماتيکه توګه د عراق د جګړې لامله مخ په کمېدو دى. ده په خپلو منتقدينو نيوکه وکړه، چې هر څه يې هېر کړي دي، او خطر يوازي د يوې سيمې د کړکېچ نه دی، بلکې په لويه کچه دى. دا د بوش لپاره ښه موقع وه چې د نومبر د ٧مې د کانګرس د ټاکنو لپاره بيا خپل روان سياست په حقه وښيي. بوش د � �يموکراټ ګوند له غړو سره په دې وروستيو کې په ستر جنجال کې و او ځکه خو يې د ادعا شوې دسيسې نه وروسته په هغوى تور ولګاوه چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې سست دي. فاشيزم د خوځښت په توګه د تېرې زريزې يوه ناوړه ښکارنده وه چې د دويمې نړيوالې جګړې پيل هم له همدې ګروهې و.  ولسمشر د نېک نوښت سړى دى چې غواړې په نوې زريزه کې د دې حرکت مخکښ واوسي او هغه هم له اسلامپالو سره په ډغره کې. هغه د چا خبره بوش غواړي د غوايي له ښکر سره سر وجنګوي.د ولسمشر خوب دا دى چې نړۍ له ""اسلامي فاشيستانو"" نه خلاصه کړي او په تېره بيا منځنى ختيځ، چې هلته يې د نوي ختيځ پلان هم رامخې ته کړى. د ده دې ډول پلان ته د د ولسمشر احمدي نژاد وړانديز هم خوندور دى. احمدي نژاد وايي موږ هم نوى منځنى ختيځ غواړو، داسې منځنى ختيځ چې هلته د صهيوني رژيم  او امريکايانو شتون نه وي.ايا ولسمشر بوش يا کوم بل لوېديځوال مشر د دې جرئت لري چې په يهودو يا مسيحيانو کې کومه تندلاره او اورپکې ډله د يهودي فاشيستانو يا کاتوليکي فا� �يستانو په نامه ياد کړي؟ تندلاري پلويان په هر دين کې شته، لکه څنګه چې منځلاري په هره عقيده کې شته دي، بيا نو ولې يواځې تورونه د مسلمانو تندلارو په ضد را اوچتېږي؟  د بوش او ملګرو لخوا د مسلمانانو همدا سپکاوى دى چې په اسلامي نړۍ کې نور هم تندلارۍ ته وده ورکوي او نوي خلک چې په دغسې چلند باندې په غوسه دي د اورپکو ډلو خواته و� �کاږي. د سپينې ماڼۍ اشرارکلونه کېږي چې  جګړه مارو دودپالو واکمنو د امريکا واک په لاس کې اخيستى او ټوله نړۍ يې د ګواښونکې تندلارۍ پر لورې روانه کړې، داسې چې تاريخپوهان د سړې جګړې له پاى ته رسېدو نه وروسته اوس تر بل هر وخت ورته اندېښمن دي.  د سړې جګړې له پايه وروسته ټول خلک  نوې راټوکېدونکې سولې او ټيکاو ته په هيله و، او هرڅه د تفاهم او پوهاوي په چوکاټ کې پر مخ روان و، خو د نړۍ په هغه بله ګوښه کې چې يو ځلې جګړه مار ځواکونه واک ته ورسېدل هر څه يې په بله واړول، نړۍ يې څو پېړۍ په شا بوتله - د اروپايي مذهبي جګړو مهال ته. داسې ښکاري چې په سپينه ماڼۍ کې د اشرارو د  يوې ډلې لخوا ټوله نړۍ په شر کې راګيره ده. د همدې ډلې لخوا مسلمانان په ډول - ډول کرکجنو نومونو تورنېږي. د مسلمانانو په ضد د تورنو لړۍ په دې لنډو کلونو کې د صليبي جګړې له اصطلاح نه پيل، تر اسلامي ترهګرۍ او اوس بيا د اسلامي فاشيزم خبره شوه او سبا ته به بيا اسلامي نازيزم يا د اسلامي نازيانو اصطلاح رباسي. په اصل کې ولسمشر جورج بوش، د هغه نږدې يار ټوني بلېير او د دوى د ادارې د سر سړي دي چې تر ټولو ناوړه فاشيستان دي. ايا دا دوى نه دي چې په عراق کې بېګناه کسانو ټولوژنې ترسره کوي او په لبنان کې يې تر اوسه د جنګي جرمونو ملاتړ کاوه؟  ايا هغه څوک رښتيني فاشيستان نه دي چې د خپلې عقيدې د مخالفينو لپاره اسرائيلو ته هوښيار بمونه په لاس ورکوي چې په لبنان کې ماشومان پرې ووژني؟  دا امريکايي فاشيستان دي چې تر اوسه يې دوه لکه عراقيان وژلي، تر نيم ميليون زيات يې نيم ژوندې پرې ايښي او هېواد يې د خونړۍ کورنۍ جګړې کندې ته ټېل وهلى چې په پايله کې يې هره مياشت تر دوه زرو زيات کسان وژل کېږي. د ولسمشر دا ډول ژبې د نړۍ په بېلابېلو ځايونو کې اورونه بل کړي دي او نورو ته هم لمن وهي. تاسې به وګورئ چې په يو وخت کې به تاريخ ولسمشر بوش د ډېر ناکام او شرمېدلي ام� �يکايي مشر په توګه يادوي ځکه هغه کارونه چې دى يې کوي په لوى لاس دا ستر هېواد د تباهۍ کندې ته ور شېوه کوي. امريکايي اداره لګيا ده په افغانستان کې جنګي جرمونه ترسره کوي او په زرګونو بېګناه خلک يې ووژل،  او تر دې بد ورانى يې په عراق کې وکړ، په لبنان کې يې صهيونيستي رژيم ته ډول- ډول وسلې ورکړې چې هغه هېواد پرې ويجاړ کړي او همدا څه په فلسطين کې اوس هم روان دي، خو هېڅ مسلمان چارواکي يا مشر داسې ونه ويل چې مسيحي او يهودي فاشيستان له موږ سره په جګړه کې دي. له بده مرغه چې مسلمانان تر اوسه په دې نه دي توانېدلي چې د خپلو عقايدو د سپکاوي په ضد � �وانين رامنځته کړي او په نړيوالو يې ومني، لکه يهودو چې کړي دي. ستونزه په دې کې ده چې د اسلامي هېوادونو مشران د امريکايي ترهګرۍ په منګولو کې کېوتې او د واک او څوکۍ د له لاسه ورکولو له وېرې نه شي کولاى خپل غږ د حقه حقوقو � �پاره اوچت کړي، فعموا و صموا. (يادونه : داليکنه په له کابل څخه په اصلاح ملي اونيزه کې همدا اونۍ خپره � �وې ده.) ",بوش له ' اسلامي فاشيستانو' سره په جګړه کې 4441,ژباړن:ب.بهیر وردګ," ج:د لوستلو وسايل(Reading Devices) لکه څ� �نګه مو چې مخکې  وويل د موږک په څير اشاره کوونکو وسايلو دمتنونو او اعدادو په دننه کولو کې د ليکمن ځاي ونه نيو له بلې خوا د ليکمن پواسطه د ډيرو متنونو د ننه کول ډير وخت ته اړتيا لري.د معلوماتو د لويو کمياتو دننه  کولو بل اختيار چې کولای شو له هغې څخه کار واخلو،  هغه وسايل دي چې د لوستلو د وسايلو په نامه ياديږي.ددې وسايلو په واسطه کولای شو چې د معلوماتو لوی کميات کمپيوټر ته په لږ وخت کې دننه کړو.چې په پايله کې د معلوماتو د ننه کولو قيمت لږ ېږي او له بلې خوا د معلوماتو د ننه کولوپر  مهال  د غلطيو د منځته راتلو مخه نيول کېږي.او دا وسايل  په لاندې ډول دي:1: رڼاییزه  نښه لوستونکي(Optical Mark Readers):هغه وسايل دي چې د قلم يا پنسل پواسطه په نښه شوي معلومات لوستلی شي .دا وسيله چې دنښې د حس کوونکي په نامه ياديږي، د زده کوونکو او محصلينو د ازموينو پاڼو ته د نمرو ورکولو لپاره ترې کار اخيستل کېږي.دا وسيله د منعکس شوې رڼا څخه په ګټې اخيستو په پاڼو کې د نښو ځای ټاکي او هغه په اليکتريکي سګنالونو بدل او کم پيوټر ته د ننه کوي.2:رڼايیزه بار کوډ لوستونکي(          Bar Code Reader  ):دا وسيله له رڼا څخه په ګټې اخيستو خطي کوډونه د بيلا بيلو موخو لپاره لولي.له دې وسيلې څخه په لويو مارکېټونو کې ډيره ګټه اخيستل کېږي.دا وسيله لوستل شوی کوډ کمپيوټر ته ليږدوي. کمپيوټر په خپل Database کې د جنس قيمت د کوډ له مخې پيدا کوي ذخيريې برابروي او پيرودونکي ته قيمت چاپوي.رڼايې بار کوډ لوستونکي په ډي� �و لويو مارکېټونو کې  له يوه ترمينال سره چې د خرڅلاو په ځای کې ځای لري نښلول کېږي.دا ترمينال Scan شوي معلومات يوهMainکمپيوټر ته ليږي په Database پورې اړوند بدلونونه او ټول محاسبات همدا Main کمپيوټر سرته رسوي.3:د سکنر قلم(     Pen Scanner      ):د سکنر قلم د بڼې له مخې د يوه نښه کوونکي په څېر دی مګر په حقيقت کې د يوه بې مزي سکنر په څېر دی چې کولای شي د رڼايي تورو د پيژندلو عمليه سرته ورسوي.کله چې تاسو د پاڼې د متن پر مخ د سکنر قلم کش کاږۍ نو د سکنر قلم په خپله مخکنۍ حافظه کې يو متني فايل منځ ته راوړي او په هغه کې متن ساتي.تاسو کولای شئ چې وروسته له دې څخه ديوه مزي او يادتحت الحمراء وړانګې په واسطه هماغه فايل کمپيوټر ته دننه کړئ. ",دلوستلو وسایل 4442,ژباړن:ب.بهیر وردګ," د:رقم جوړونکې وسايل(   Digitizing the Real World   ) کمپيوټر مخکې له دې چې په لاس ليکل شوی او يا چاپ شوی متن يوله بله وپيژني هماغه متن بايد په رقمي ډول بدل کړي تر څو د کمپيوټر په حافظه کې وساتل شي.څرنګه چې معلو مات په بيلا بيلو بڼو سره دي نو د هغوی د رقمي جوړولو لپاره بايد له بيلا بيلو وسايلو څخه کار واخيستل شي ددې وسايلو ځيني ډولونه په لاندې ډول دي: 1:سکنر(Scanner ):سکنر د معلوماتو د ننه کولو يوه وسيله ده چې کولای شي د ګرافيکي بڼو او د متنونو رقمي ښودنه برابره کړي.سکنر په بيلا بيلو  بڼو سره موندل کېږي د بڼو د نه په پام کې نيولو سره سکنر کولای شي چې فوتو ګراف،رسامي،چارت،او دچاپ شوو معلوماتو نور ډولونه د Bit په ډولونو بدل کړي تر څو د ګرافيکي پروګرامونو په مرسته کمپيوټر وکولای شي چې هغه ذخيره او پراسس کړي. 2:ديجيتل کمره(Digital Camera):ديجيتل کمره د يوه رقمي انځور په بڼه د حقيقي بڼو د سملاسي انځور اخيستلو لپاره په کار وړل کېږي.د پاڼې پر مخ د چاپي  بڼو پورې محدوده نه ده بلکې هر هغه څيز چې عادي کمره يې اخيستلای شي هغه ثبتوي .ديجيتل کمره کولای شي چې دډيسک د معلوماتو د ساتنې د وسايلو لکه د فلش حافظه،د بيټي (Bit) بڼو ډولونه ذخيره کړي.ديجيتل کمره له کمپيوټر سره د USB پورټ له لارې نښليدای شي. ويديويي رقم جوړؤنکی (    Video Digitizer    ):دا دسرکتونوهغه مجموعه ده چې کولای شي له ويديويي کمرې ،تلفاز او يا نورې ويديويي سرچېنو څخه ورودي واخلي او هغه رقمي سګنالونو ته واړوي.له هغې وروسته کولای � �ي چې  رقم شوي سګنالونه د کمپيوټر په ساتنځي کې وساتي او په سکرين يې وښيي.څرنګه چې ديجيتل ويديويي کمره ا� �کال  په رقمي بڼه اخلي نو کولای شو چې ويديويي سګنالونه په مستقيمه توګه او له ويديويي رقم جوړؤنکي پرته  کم پيوټر ته وليږدوي. 4:د غږ رقم جوړؤنکي(      Sound Digitizer  ):د غږ رقم جوړ� �نکي د يوه داسې سرکت لرونکي دي چې کولای شي د مايکروفون او نورو غږيزو وسايلو غږ رقمي کړي.د غږ ورودي ذکي پ� �وګرامونو ته اړتيا لري تر څو وکولای شي چې دا غږونه کمپيوټر ته په سمه توګه تفسير کړي.غږونه په هوا کې د څپو په بڼه خوځيږي،مايکروفون دا څپې د انالوګ په اليکتريکي سګنالونو  بدلوي له هغې وروسته د ADCپه مرسته انالوګ سګنالونه باينري بڼي ته اوړي.ADC معمولاً د غږ دکارت د پاسه ځای لري. 5:حس کوونکي (       Sensor     ):له حس کوونکو څخه د تودوخې،رطوبت،فشاراو نورو فزيکي مقاديرو د اندازه کولو لپا� �ه ګټه اخيستل کېږي.له دې وسايلو څخه د روبوت په جوړولو ،د جوي حالاتو وړاندويېنه ،پوهنيزو څيړنو او نورو س� �ګونو برخواو تطبيقاتو کې ترې کار اخيستل کېږي.تردې پورې چې زموږ او ستاسو  د خوښۍ او خندا احساس هم حس کوونکي کولای شي ،تقليد کړي. ",رقم جوړؤنکي وسایل 4443,," د ايتلافي ځواكونو وياند ومنل چي تېره ورځ يې په ننګرهار ولايت كي څلور سرتيري د يوې چاودني له امله زخميان سوي دي، نوموړي وويل دا پېښه په خوګياڼيو و� �سوالي كي هغه وخت رامنځته سوه چي د ايتلافي ځواكونو د ګزمې موټر پر يوه له مخكي ښخ سوي ماين باندي تېر سو. وياند د سرتيرو حالت د ډاډ وړ وباله. ",په ننګرهار كي ۴ ايتلافي سرتيري ژوبل سوي دي 4444,," د بي بي سي د يو خبر له مخي د افغانستان د دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ تېره ورځ په يو درې ورځني سفر اېران ته رسېدلئ دى، افغان وزير اې� �ان ته د هغه هيواد د دفاع وزير په بلنه سفر كړى. دا په تېرو څلورو كالو كي لومړى ځل دى چي د افغانستان د دفاع وزير اېران ته سفر كوي.ټاكل سوې ده ښاغلى وردګ به د دغه هيواد له لوړ رتبه پوځي چارواكو سره وګوري او د اېران � �ه دفاعي صنعتونو څخه به ليدنه وكړي. اېران ته د ښاغلي وردګ تر سفر يوه ورځ وروسته په اېران كي د افغانستان سفير له مشهد راډيو سره په يوه مركه كي ويلي چي دواړو وزيرانو په افغان پوځ كي د اېراني پوځي تجهيزاتو پر كارونه او د اېران او افغانستان ترمنځ د پوځ په روزنيزو چارو كي د همكارۍ لېوالتيا ښودلې ده.د افغانستان د دفاع وزير په داسي حال كي له اېران څخه ليدنه كوي چي دغه هيواد د خپلو پراخو پوځي مانورو د ترسره كولو په حال كى دى، چي ځيني يې د افغانستان پولي ته نيژدې ترسره سوي دي. دا په داسي حال كي ده چي په نړيوالو رسنيو كي پر اېران د متحده ايا� �اتو د احتمالي بريد خبري اوس هم ګرمي دي او په افغانستان كي د امريكا پوځي شتون ته په پام سره ښايي امريكا پر اېران د بريد پر وخت د دغه هيواد له هډو څخه كار واخلي. خو افغان چارواكو په وار_وار ټينګار كړى چي امريكا ته به اجازه ورنكړي چي د افغانستان خاوره پر اېران د بريد لپاره وكاروي. ",د افغانستان د دفاع وزير په درې ورځني سفر اېران ته تللئ 4445,," ", 4446,," ", 4447,," دهلمند امنيه قوماندان جنرال نبي جان ملاخيل  بېنوا ته وويل :  ددغه ولايت  په  ګرمسير او موسي كلا ولسواليو كې  دكورنيو اوبهرنيو سرتيرو په گډوعملياتو كي  ترلسوزيات  طالبان وژل شوي . دغه چارواكي وايي  طالبان ځيني  په مخامخ جګړه او ځيني  دهوايي بمبار په ترڅ كې وژل شوي . خودطالبان يووياند قاري يوسف احمدي  دچارواكو  ادعا ردوي او وژل سوي كسان  ملكي وګړي بولي . ",دهلمند چارواكي : طالبانو ته مو مرګ ژوبله اړولې . 4448, کټوازی,"  کټوازی دافغانستان دکرکټ ملی ټیم دآسیا دکرکټ دسیالیو دریم مقام ترلاسه کړو،دافغانستان ټیم چه دنشتو امکاناتو سره سره یی دی لویی سیالی ته وردانګ� �ی وودډیرو پرمختللو هیوادونو ټیمونه یی په ګونډوکړل خو دبده مرغه دنیمی پایلی په سیالیو  کی باران ورسره یاری ونکړه چه فاینل ته ورسیږی اوهمدارنګه دهانګ کانګ ټیم فاینل ته کامیاب اعلان شو. ډیره زیاته توقع کیده چه افغانستان به ددی سیالیو جام وګټی ولی چه دافغانستان ټیم ډیرغښتلی ټیم وو،دجمعی په ورځ یی ددریم مقام لپاره دیوه غښتلی ټیم نیپال سره لوبه وکړه چه ددی سیالیو زیاتی 269 منډی یی جوړی کړی.اوهمداشان نیپال ته یی یوه  تاریخی ماتی ورکړه. زه دلته دټولواړوندو افغانی مقاماتو نه خواست کوم چه داولمسشر دمشاور اودک� �کټ دریٌس شاغلی شهزاده مسعود په څیردی وړ کسان دنړیوالو سیالیو لپاره ووګماری ترڅو وکولای شی دافغانستان نوم روښانه کړی،نه داچه په شخصی تماسونو باندی ټیمونه جورکړی نو بیا به یی حال په سریلانکا کی دافغانستان دټیمونو په شان وی چه یوه هم ونه کولای شول چه دسرو مډال ترلاسه کړی حال دادی چه په دی سیالیوکی پاکستان دد� �یشو نه زیات دسروزرو مډالونه ترلاسه کړل. په خاصه توګه دفټبال دټیم لپاره باید یولوبغاری  شه ونه اواندام ولری،بدبختانه اوسنی ټیم ټول دخوراک دکمبود سره مخ دی، هروخت داسی کسان معرفی کیږی چه وړتیا یی نلری . زه  دولت ته وړاندیز لرم چه دجنوبی ولایتونو ځوانان چه په شو اندامونوکی یی ساری نشته باید دسیالیو لپاره مرکز ته راووغواړی او دروزنی لاندی وونیول شی زه په پوره باورسره دولت ته ډاډورکوم چه که چیرته دغو ځوانانو ته دلوبو میدانونه اونور امکانات برابر شی دوی به دافغانستان نوم په نړیواله سطح وځلوی. په دی اړه زه دشخصی شرکتونو او ملی تجارانو پاملرنه غواړم،که چیرته دوی په دی ځوانانو باندی پانګونه ووکړی دابه ددوی یو ملی خدمت وی،ځوانان به په لوبو مصروف شی او هم به ملی یووالی ته ګټه ورسوی،دپاکستان نوم یو څه موده م خکی خلکو نه پیژندلو کله چه یی په 1992 کی دکرکټ نړیوال جام یی وګټلو نو بیا نړیوال دپاکستان دنوم سره آشنا شو� �،اودپاکستانی ځوانانو مورال یی ډیر اوچت کړو ،دلته به زه دبرازیل هم بیلګه وړاندی کړم،برازیل یو داسی هیواد دی چه نه طبعی معدن لری اونه بشری یو وچ هیواد دی البته دفټبال په وجه په نړیوالو کی ډیر شهرت لری او60 فیصده بودیجه یی دفتبال نه پوره کیږی . په پای کی زه دکرکټ دملی ټیم ریٌس ښاغلی شهزاده مسعود اوټول ټیم ته دزړه له کومه مبارکی وړاندی کوم،هیله لرم چه یوه ورځ به افغانستان هم دکرکټ دنړیوالوسیالیوکی دګډون ویاړ ترلاسه کړی . ډیرو غښتلو هیوادونو ته ماتی ورکول او د17 هیوادونو په سیالیو کی دریم ځای جوړول په رښتیا دیوه داسی ټیم لپاره چه بدبختانه نه میدان لری نه شه خواړه اوحتی دخپلو تلویزیونونو لخواهم نه ستایل کیږی داډیر دویار ځای ده. ",دلوبو په اړه ځانګړی راپوراووړاندیز 4449,,"   نن دهالنډ لومړی وزیر یانگ پیتر کابل ته راغی او دولسمشرۍ په ماڼۍ کې یې ولسمشر کرزي ولیدل بیا دواړه مشران خبري غونډې ته دخبریالانو په وړاندې څرگند شول. لومړی ولسمشر کرزي له لومړي وزیر څخه دراتگ مننه وکړه او وې ویل چې له لومړي وزیر سره یې دترو� �یزم سره دجگړې په اړه غږیدلی ولسمشر دهالنډ له حکومت څخه مننه وکړه چې ناامنه ولایت ارزگان ته یې دامنیت دخوندي کولو لپاره یې سرتیري استولي. دغه راز لومړي وزیر یانگ وویل چې هیواد یې ژمن دی افغانستان سره دبیارغونې مرستې ډېرې کړي نوموړي دغه راز دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې افغانستان ته دپولې هغه غاړې پاکستان څخه وسلوال راوړي او بې امني جوړوي نوموړي وویل له پاکستان سره باید په دې اړه پراخې خبرې وشي. بل لورته ولسم� �ر کرزي دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په دې وروستیو دغربي مطبوعاتو هغه تورونه چې په دولت او ولسمشر یې کړي چې گواکې اداره یې سمه نده او دحکومت په جوړولو کې ولسمشر پاتې راغلی ولسمشر وویل چې دویوه خپلواک حکومت رهبري کوي او دغربي مطبوعاتو وروستۍ لیکنې ددې لامله دي چې ولسمشر کرزی له غربي هیوادونو سره دجگړې په اړه په ځینو برخو کې ورسره جوړ ندی ولسمشر وویل نو ځکه غربي مطبوعات دا موضوع په نورو برخو کې رانغاړي. دهالنډ دلومړي وزیر دا لومړی سفر وه چې افغانستان ته یې درلود او همدا نن بیرته خپل هیواد ته ستون شو. ",دهالنډ لومړی وزیر افغانستان ته راغلی. 4450,,"   بینوا ویبپاڼې ته دائتلافي ځواکونو راغلې خبرپاڼه لیکي چې تیره ورځ له طالبانو سره دارزگان ولایت دخاد په سیمه کې  دنښتې په ترڅ کې یو طالب مشر د ١٥ نورو وسلوالو سره یوځای وژلی دوی وایي ملکي وگړو ته پکې زیان ندی رسیدلی. ",ائتلاف: دطالبانو یو مشر مو ارزگان کې وژلی. 4451,,"   دایساف له لورې بینوا ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دغو ځواکونو تیره ورځ له غرمې وروسته دهلمند دموسی کلا په ولسوالۍ کې ٧ طالبان وژلي او ٧ موټریې ترې ویجاړ کړي. دوی دایساف سرتیرو ته پکې زیان ندی رسیدلی . ",ایساف: دهلمند په موسی کلا کې ٧ طالبان وژل شوي. 4452,,"   بینوا ویبپاڼې ته دائتلاف له لورې په � �اغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دلغمان دمرکز مهترلام بابا سویل ختبځ لورته دیوه کمین په ترڅ کې دائتلاف دوه سرتی� �ي وژل شوي او دوه نور یې ټپیان شوي.  ",لغمان کې دائتلاف ٢ سرتیري وژل شوي. 4453, قدوسي سلیمانخېل," الله تعالى په قرآن كريم كي په مختلفو ځايونو كي له تو حيد ځخه وروسته د والدينو د حقپالني امركړی دی او په نبوي احاديثو كي هم په دې هكله ډېر ټینګار شوی دی څرنګـه چي دا ناروغي زمونږ په مينځ كي ډېره  پراخه او تيت شوي ده او په حقوق العباد كي د اوليت مقام لري په دې اساس دې موضوع ته هم د لوستونكيو پام را اړوم الله تعالى او دهغه رسول الله عليه وسلم هغه كسان ډېر بد مع� �في كړي او په ډېر سخت الهي عذاب یې تهديد کړي دي څوك چي د والدينو اطاعت نه كوي او د هغوي نا فرماني كوي تاريخي واقعات هم په دې شاهد دي چاچي د والدينو اطاعت او خدمت كړي هغه په دنيا كي هوسا، سرلوړي  او د عزت مقام ته � �سيدلي دي او چاچي د هغوي دلآزاري كړي او ياد هغوي لپاره سردرد جوړ شوي او يا ئي هغوي ته په سپكه كتلي  اويائي هغوي ځـورولي دي هغوي په ژوند كي لالهانده بي عزته په ټـولنه كي منفور او بالاّخره په ډول ډول مصيبتونو او جنون اخته شوي دي داخو پرېږده چي په آخرت كي هم له موعود دردناك عذاب سره مخ دي دا يو داسي مشكل او خطرناكه رنځ دي چي كه الله تعالى د وْنكړي يوڅوك په دې رنځ  اخته شي او د والدينو په ژوند ددي مرض علاج ونكړي بيائي د هغوي � �ه مرګ ځخه وروسته علاج ډېر مشكل دي څرنګه چي دا ناروغي زمونږد موجوده عصر په ځوانانو او اولادونو كي په پراخه پـيمانه ليدله كېږي  په دې اساس دا موضوع  د قراّنكريم او احاديثو له مخي څېړوالله تعالى په قراّن عظيم الشان كي فرمائي :ووصينا الإنسان بوالديه حسناً.اومونږ انسان ته دده له مور اوپلار سره د ښه س� �وك اواحسان امر كړی دی .بل ځائ الله تعالى فرمائي : واعبدوا الله ولا تشركوا به شيئاًوبالوا� �دين إحساناً.اوتاسي دالله تعالى بندګـي كوۍ او له هغه سره په عبادت كي شريك مه نيسۍ او له مور او پلار سره  احسان اوښه سلوك كوۍبل ځای الله تعالى فرمائي :    ووصينا الإنسان بوالديه حملته أمه وهنا علـى وهن وفصاله في عامين أن اشكرلي ولوالديك الي المصير.  او مونږ انسان ته د هغه دمور او پلار په متعلق امركړی دی مورهغه ستوماني سربيره په ستوماني په خيټه كي ګرزولي اودوه كاله ئي هغه ته پرله پسي پـيۍ يا شیدې وركړي دي، (ددي امرموكړی دی ) چي زما او دخپل مور اوپلار شكر ادا كړۍ  ماته مو بـيرته راګـرزيدل دی پس له مرګـه ځخه . بل ځای  الله تعالى فرمائي :   وَقَضَى رَبُّكَ أَلاَّ تَعْبُدُوا إِلاَّ إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاَهُمَا فَلاَ تَقُل لَّهُمَآ أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلاً كَرِيماً * وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّل مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُل رَّب ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيراً*او ستا رب فيصله كړي ده چي له الله تعالی ځخه پرته د بل چا عبادت مه كوۍ او له مور اوپلار سره ښه كوۍ (په تيره بيا)كله چي کله له هغوي ځخه يو او يا دواړه د عمر لويښت ته وْرسېږي نو د هغوی په مخ كي د اُف په اندازه د پريشاني او خفګان اظهارمه كوۍ او هغوۍ مه تر ټۍ او له هغوي سره نرمي او پستي خبري كوۍ اودهغوي په وړاندي دعاجزي او انكسار وْزر ټیټـه وۍ او دا دعا ورته كوۍ چي اې زماربه په دوی رحم وْكړې لكه څرنګه چي ئي زه وړوكی پاللي وم .په بل ځای كي الله تعالى فرمائي :   وَوَصَّيْنَا الإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَاناً حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهاً وَوَضَعَتْهُ كُ� �ْهاًوَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلاَثُونَ شَهْراً حَتَّى إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً � �َالَ رَب أَوْزِعْنِي أَنْ أَشكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ وَأَنْ � �َعْمَلَ صَالِحاً تَرْضَاهُ وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُريَّتِي إِني تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِني مِنَ الْمُسْلِمِينَ* أُوْ� �َـئِكَ الَّذِينَ نَتَقَبَّلُ عَنْهُمْ أَحْسَنَ مَا عَمِلُواْ وَنَتَجَاوَزُ عَن سَيئَاتِهِمْ فِي أَصْحَابِ الْجَنَّةِ وَعْدَ الصدْقِ الَّذِي كَانُواْ يُوعَدُونَ*او مونږ انسان ته د هغه له مور او پلار سره د اح سان امر كړی دی په خېټه ګرزولی دی خپلي مور په تكليف سره او زېږولي ئي دی په تكليف سره اود حمل او پيئ وركولو نيټه ئي دوه نيم كاله (پرله پسي ستوماني) ده ترڅو چي انسان ستر شو او څلويښتو كالو ته وْرسيدلو وْويل (انسان) اې زماربه ماته توفيق راكړه چي ستا د هغه نعمت شكرپه ځائ كړم كوم چي تا په ما او زما په مور او پلاركړی دی او چي هغه نيك عمل وْكړم كوم چي ستا خوښ وي او زما اولاد نيكان وګرزوې زه تاته توبه كاږم او زه له مسلمانانو ځخه يم ، دا هغه كسان دي چي مونږ له دوي ځخه د دوی ښه عمل قبلوْو او د دوی ګـناهونه بښو دجنتيانو په ټولۍ كي دي داهغه � �يښتوني وعدې دي چي له دوي سره به (په دنيا كي) كيدلې .كه مور او پلارخپل اولاد په ګناه اومعصيت امركوي اطاعت به ئي په معصيت كي  نه  كوي او له دې ځخه به د بد سلوكي لپاره بهانه هم نه جوړوي په هغه علاوه به هم چي ترڅو هغوی ژوندي وي ښه سلوك ْورسره كوي الله تعالى فرمائي :وَإِن جَاهَدَاكَ عَلَى أَن تُشْرِكَ بِى مَا � �َيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلاَ تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِى الدُّنْيَا مَعْرُوفاً.او كه هغوي تا په دې ګماري چي له ما سره شريك ْونيسې اوته په هغه خبر نه ئي نو مه ئي منه او په دنيا كي ښه ملګرتيا ْورسره كوه   عن أنس وغيره أن النبي صلى الله عليه وسلم لما صعد المنبرقال:آمين آمين آمين  قيل يارسول الله علام أمنت ؟ قال: أتاني جبريل فقال: يامحمد رغم أنف امرىء ذكرت عنده فلم يصل عليك، قل:آمين، فقلت آمين، ثم قال رغم أنف امرىء دخل عليه شهررمضان ثم خرج فلم يغفر له،قل: آمين، فقلت آمين، ثم قال: رغم أنف امرىء أدرك والديه أو أحدهما فلم يدخلاه الجنة، قل: آمين، فقلت آمين. (ابن حبان وغيره)له انس رضي الله تعالى عنه او نورو اصحابو ځخه � �وايت دی چي  كله رسول الله صلى الله عليه وسلم منبرته پورته شو درې ځـلي ئي وفرمايل آمين آمين آمين پوښتنه ځ� �يني وْشوه په څه شي دآّمين وْكړ يا رسول الله؟ هغه(ص) وْ فرمايل : ماته جبريل عليه السلام راغی  او ویې ويل چي اې محمده د هغه سړي پوزه د په خاوروسپېره  شي د چا په مخ كي چي ستا نوم ياد شي او په تا درود وْنه وائي وْوايه � �مين ما وْويل آّمين , بيا ئي راته وْويل: دهغه سړي پوزه د په خاوروشي چاته چي دروژې مياشت راغله او وْوتله اودده ګـناهونه په كي وْنه بښـل شول  وْوايه آمين ما وْويل آمين  بيا ئي راته وْويل:  د هغه سړي پوزه د په خاوروشي چاچي خپل پلار اومور يو او يا دواړه ژوندي وْموندل  او هغوي دی جنت ته  داخل نكړ وْوايه  آمين ما وْويل آمين .عن أبي هريرة، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال رغم أنف، ثم رغم أنف ثم رغم أنف رجل � �درك والديه أحدهما أو كلاهما عند الكبر ولم يدخل الجنة. (مسند الامام أحمد)له ابي هريره رضي الله تعا� �ى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وْ فرمايل : پوزه د ئي په خاوروشي بيا د ئي  پوزه په خاو� �وشي بياد ئي پوزه  په خاوروشي كوم سړي چي خپل پلار اومور  په لو ي عمر كي يو او يادواړه وْموندل او (د هغوي د خدمت او احسان اوښه سلوك په وجه ) جنت ته داخل نشو.وعن أبي هريرة قال: قال رسول الله صلى الله ع� �يه وسلم: رغم أنف رجل ذكرت عنده فلم يصل علي، ورغم أنف رجل دخل عليه شهر رمضان فانسلخ فلم يغفر له، ورغم أنف رجل � �درك عنده أبواه الكبر، فلم يدخلاه الجنة. (سنن الترمذي وغيره)له ابوهريره رضي الله تعالى عنه ځخه بل � �وايت دی چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وْ فرمايل:  د هغه سړي پوزه د په خاورو شي  د چا په مخكي چي زه ياد شم او په ما درود وْنه وائي او د هغه سړي پوزه د په خاورو شي چاته چي د روژي مياشت راغله او ځيني وْوتلو خو ګ� �ناهونه ئي په كي وْ نه بښل شول او د هغه سړي پوزه د په خاورو شي چاچي خپل مور او پلار په لوي عمر كي وْ موندل او هغوي دی جنت ته داخل نكړ .عن معاوية بن جاهمة السلمي أن جاهمة جاء إلى النبي صلى الله عليه وسلم فقال يارسول الله أردت الغزو وجئتك أستشيرك فقال: فهل لك من أم ؟ قال نعم قال: الزمها فإن الجنة عند رجليها . (أح مد و النسائي)له معاويه بن جاهمة السلمي ځخه روايت دي چي دده پلار جاهمه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغي او ورته وئي ويل زه جهاد ته ځم او له تا سره په دې هكله د مشورې لپاره راغلي يم دوي (ص) ورته وْويل چي مور د شته؟ هغه وْويل هو, دوي (ص) وْرته وْويل دهغي په خدمت كي پاته شه ځكه چي جنت په حقيقت كي د هغې له پښو سره دي .عن المقدام بن معد يكرب عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: إن الله يوصيكم بآبائكم إن الله يوصيكم بأمهاتكم إن الله يوصيكم بأمهاتكم إن الله يوصيكم بأمهاتكم إن الله يوصيكم بالأقرب فالأقرب. (ابن م اجة والبخاري في الادب)له مقدام بن معديكرب ځخه روايت دی  چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وْ فرمايل : په تحقيق سره الله تعالى تاسي ته د پلرونو په احسان امر كوي , په تحقيق سره الله تعالى تاسي بيا د مورانو په احسان امركوي, په تحقيق سره  الله تعالى د مورانو په احسان امركوي, په تحقيق سره الله تعالى د مورانو په اح سان امركوي,  او بياپه تحقيق سره درجه په درجه د نژدي خپلوانو په احسان امركوي.عن عبدِ الله ابن مسعودٍ ـ قال: سألتُ النبيَّ صلى الله عليه وسلم أيُّ العملِ أحبُّ إلى الله عز وجل ؟ قال: الصلاة على وقتها. ق� �ت: ثمَ أيُّ؟ قال: ثم بِرُّ الوالدين . قلت: ثم أيُّ؟ قال: الجهادُ في سبيل الله. (البخاري ومسلم والترمذي وا� �نسائي و غيرهم)له عبدالله بن مسعود رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی فرمائي : ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم ځخه الله تعالى ته د غوره عمل پوښتنه وْكړه هغه په ځواب كي وْ فرمايل:  لمونځ په خپل وخت باندي كول,  ماوْويل بيا كوم عمل الله تعالى ته غوره دي؟ دوی (ص) وْ فرمايل : له مور او پلار سره احسان كول, ما وْويل بيا كوم عمل الله تعالى ته غوره دي؟ دوي (ص) وْ فرمايل: د الله تعالى په لاره كي جهاد كول..عن عبد الله بن عمرو رضيَ الله عنهما قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: إن من أكبرِ الكبائر أن يَلعنَ الرجلُ والِدَيه . قيل يا رسول الله، وكيف يَلعَنُ الرجل والِدَيه؟ قال: يسُبُ الرجلُ أبا الرجل فيسبُّ أباه، ويسب أمَّه فيسب أم َّه. (البخاري ومسلم والترمذي)له عبد الله بن عمرورضي الله تعالى عنهما ځخه روايت دی چي رسول الله صلى االله عليه وسلم وْ فرمايل:په ټـولو لويو ګـناهونوكي زياته ستره ګناه خپل مور اوپلارته ښکنځل كول دي  پوښتنه وْشوه چي يارسول الله څرنګه به څوك خپل مور اوپلار ته ښکنځل كوي ؟  هغه (ص) وْ فرمايل:يوڅوك چي د بل پلار ْوښکنځي هغه د ده پلار ته ښکنځل وكړي ,دبل مور ته ښکنځل وْكړي هغه دده مور ته ښکنځل وْكړي (داداسي دي لكه پخپله چي يو څوك خپل مور اوپلار ته ښکنځل كوي).جاء أعرابيٌّ إلى النبيِّ صلى الله عليه وسلم فقال: يا� �سولَ الله ما الكبائر؟ قال: الإشراكُ بالله. قال: ثم ماذا؟ قال: ثم عقوقُ الوالِدَين. قال: ثم ماذا؟ قال: اليم ينُ الغَموس. قلت: وما اليمينُ الغموس؟ قال: الذي يقتطعُ مال امرىءٍ مسلم هو فيها كاذب. (البخاري)يو اع� �ابي رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغي او وْرته وْ ئي ويل چي يارسول الله  سترګـناهونه كوم دي؟ دوي (ص) و� �ته وْويل: له الله تعالى سره  شريك نيول  هغه اعرابي ورته وْويل له هغه وروسته بيا بله كومه ګـناه تر ټـولو ستره ده ؟دوي (ص) ورته وْويل: دوالدينو عقوق يا دهغوی له اوامرو سرغړونه, هغه بيا وْويل له هغه وروسته بيا بله كومه ګـناه تر ټولو ستره ده ؟ دوي(ص) ورته وْويل: د غموس قسم ، راوي وائي ما پوښتنه ْوكړه د غموس قسم كوم دي؟  � �سول الله صلى الله عليه وسلم وْ فرمايل: دا هغه قسم دي چي يوڅوك د هغه په ذريعه د مسلمان مال ځان ته  وْوهي او ده په دروغو دا قسم كړي وي .عن عبد الله بن عمر رضي الله عنهما قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  رضا الله في رضا الوالدين وسخط الله في سخط الوالدين. (الحاكم والبيهقي)له  عبدالله بن عمررضي ا� �له تعالى عنهما ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل  د الله تعالى خوشالي د موراو پلار په خوشالي كي ده او د الله تعالى غصه او قهر د موراو پلار په غصه كي دی .. يعني كه له اولاد ځخه موراو پلار خوشا� �ه وي الله تعالى به هم  ځيني خوشاله وي. او له  چا ځخه چي مور او پلار خفه وي نو الله تعالى به هم هغه اولاد ته په قهر وي .د والدينو په هكله نور هم زيات اّثار او احاديث راغلي دي دلته مو په همدي اكتفاء وْكړه  د وا� �دينو سره د ښه سلوك او احسان او د هغوي د اطاعت يوه ثمره په دنيا كي داهم وي چي دهغه انسان اولاد صالح , مطيع او د هغه خدمت ګـذار او فرمانبرداروي او څوك چي له والدينو ځخه سركش ، عاق ، او له هغوي  سره بي ادبه ، شوخ چشم ، ګستاخ او بي حيا وي د هغوي په اولاد كي هم دا خويونه هرومرو راځي ځكه چي الله تعالى بنده ته په  هماغه عمل سزا وْر كوي كوم چي ئي دي مرتكب شوي وي علماء كرام فرمائي چي: (  الجزاء من جنس العمل ) د عمل بدله د عمل له ذات ځخه وي.او په حديث شريف كي هم دا راغلىدي چي:عن أبي هريرة رضي الله عنه قال قال � �سول الله صلى الله عليه وسلم: عفوا عن نساء الناس تعف نساؤكم وبروا آبائكم تبركم أبناؤكم ومن أتاه أخوه متنص� �ا فليقبل ذلك منه محقا كان أو مبطلا فإن لم يفعل لم يرد على الحوض. (الحاكم و المستدرك)له ابوهريره رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وْ فرمايل تاسي د خلګـو له ښځـو ځخه پاك لمني شۍ ستاسو ښځي به پاك لمني شي له خپلو پلرونو سره ښه سلوك او احسان كوۍ ستاسو زامن به له تاسو سره ښه سلوك او احسان كوي او چاته چي د هغه وروردهغه د خوشاله كولو لپاره راغي او عذرئي وْويلو د هغه عذر د قبول كړي كه په حق وي او كه په ناحق او كه ئي وْ نه منلو د حوض كوثر اوبه به وْنه څښي.عن الحسن رضي الله عنه أنه سئل ما بر الوالدين قال أن تبذل لهما ما ملكت وأن تطيعهما فيما أمراك به إلا أن يكون معصية. (الاستذكار)له حسن رضي الله تعالى عنه ځخه يو چا پوښتنه ْوكړه چي له مور اوپلار سره  ښه سلوك څه شي دي؟ هغه په جواب كي ْورته ْوويل چي په خپله دارائي لاس مه ځيني نيسه اوڅه چي ستا ملكيت وي په هغه كي د تصرف واك وركړه او چي څه درته وائي هغه منه م ګركه د هغوي په اطاعت كي ګناه وه بيا ئي مه منه .ددي موضوع په اخيركي زامنو او اولادونو ته زمونږ توصيه داده چي كه هغوي خداناكرده د والدينو په نا فرماني او سركشي اخته وي سر له اوسه د توبه وْباسي د هغوي په پښو كي د وْرغړي په دي كي ډېر لوی عزت دی د هغوي سختي خبري او منتونه او غصې د د خپل ځان لپاره عار او پـيغور او شرم نه ګڼي والدين د جنت كلي ګاني دي دهغوي ژوند د غنيمت وګڼي  كه نه نو د هغوي له مرګه وروسته بيا ندامت او پښيماني هيڅ ګټه نلري, له هغوي سره  ښه سلوك كول په دنيا او اّخرت كي د اولاد كاميابي ده  هر زوي بايد ددي احساس وْكړي چي هغه كه په ټـولنه كي هر څـومره مهم رول لري او كه هر څومره لوړ مقام ته رسيدلي وي بايد د والدينو په حضوركي ځان وړوكی ماشوم وګڼـي او د والدينو په مقابل كي ځان داسي كم ْوګڼي لكه غلام د بادار په مخكي او هم ئي په حقيقت كي د هغوي په وړاندي حيثيت همداسي دی .كه له يوچا څخه د والدينو په ژوند د هغوي په حق كي تقصير شوي وي او هغوي اوس مړه وي نو هم په دې شكل د هغوي حقوق په ځاي كېږي چي هغوي د هروخت په دعا كي ياد ساتي د هغوي له خپلو خپ� �وانو سره او د هغوي له دوستانو او آشنايانو سره د ښه تعلقات وْساتي احترام د ئي كوي او احسان د وْرسره كوي هم دا رازد هغوي توصيي او موعظت د په دي نيت عملي كړي چي په دي كار الله تعالى خوشاله كېږي او كه والدين ژوندي وای په دي كار خوشاله كيدلعن ابن عمر رضي الله عنهما عن رسول الله  صلى الله عليه وسلم  قال إن أبر البر أن يصل الرجل أهل ود أبيه بعد أن يولي الأب. (البخاري في الأدب ومسلم وأبو داود والترمذي وابن حبان وا� �بيهقي)له عبدالله بن عمر رضي الله تعالى عنهما ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: په ټولو نيكيو كي ستره نيكي داده چي سړی د پلار له خپلوانو سره د هغه له مرګه وروسته تعلق او خپلوي ْوساتي .عن أبي أسيد رضي الله عنه قال كنا عند النبي صلى الله عليه وسلم فقال رجل يا رسول الله هل بقي ع� �ي من بر أبوي شيء بعد موتهما أبرهما به قال نعم خصال أربع الدعاء لهما والاستغفار لهما وإنفاذ عهدهما وإكرام صديقهما وصلة الرحم التي لا رحم لك إلا من قبلهما. (أحمد والبخاري في الأدب وأبو داود وابن ماجة والحاكم وا� �بيهقي)له ابي اسيد رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله  عليه وسلم ته يوسړی راغي ْورته ْوئي ويل آيا زمادموراو پلار له مرګه وروسته د هغوي په ما كوم د احسان حق شته چي هغه پوره كړم  رسول ال� �ه صلى لله عليه  وسلم ْورته  ْوويل چي هو څلور شيان دي موراوپلار ته به دعا كوې او له الله تعالى به مغفرت ْو� �ته غواړي اودهغوي وعدې به پوره كوي او د هغوي د دوستانو عزت به كوي اود دوي په واسطه چي څوك ستا خپلوان دي له هغوي سره به  خپلوي پالي.عن ابن عمر رضي الله عنهما قال جاء رجل إلى النبي صلى الله عليه وسلم  فقال يا رسول الله إني أذنبت ذنبا عظيما فهل لي من توبة فقال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  ألك والدان قال لا قال ألك خالة قال نعم قال فبرها إذن. (مشكاة المصابيح)له ابن عمر رضي الله تعالى عنهما ځخه روايت دی چي يو سړی رسول الله صلى الله عليه و سلم ته راغی او وئي ويل يارسول الله مايوه ستره ګناه كړي ده آيا زما لپاره به توبه  وي؟ رسول الله صلى الله عليه و سلم ْورته ْوويل آيا ستا مور اوپلار ژوندي دي؟ هغه ْوويل نه دي ژوندي رسول الله صلى االله عليه وسلم ْورته ْوويل آّيا خاله لري؟ هغه ْوويل هو خاله مي شته رسول الله صلى االله ع� �يه وسلم ْوفرمايل په همدغه وخت كي له هغي سره احسان كوه (دا ستا لپاره د توبي د قبول ذريعه ده.)په یوڅو ټکو کي له والدینو سره د چال چلند آداب :هر مسلمان ورور ته چي کله دا بحث ګوري ور ته لازمه ده هغه کړنلاره ځان ته خپله کړي په کومه چي د هغه مور او پلار ورځخه خوشاله کېږي او د ځان � �پاره یوه لایحه جوړه کړي تر څو په عملي تطبیق کي یې ورته آسانتیا وي مونږ دلته ځیني ضوابط د تجربې او اسلامي اصولو له مخي ذکر کوو امید دی چي هغه به له اولاد سره بهترین مرستیال او مددګار ثابت شي :۱- له والدینو سره پرله پسي احسان کول۲- خوږې او پستې خبري کول۳- له ګناه ځخه پرته د هغوی هره خبره منل۴- د هغوی د نفقې اړتیاوي پوره کول په تېره بیا د عمر د لویښت په مرحله کي۵- په مختلفو مناسبتونو کي هغوی ته سوغاتونه ورکو� �۶- په هغوی خپل غږ نه وچتول او د اًف اظهار نه کول۷- هغوی په خپل نامه نه بلل بلکه په هغه وصف ورته آواز کول کوم چي د هغوی خوښېږي۸- د والدینو له خوا په متوجه ضرر او تکلیف باندي صبر کول ۹- تل ورته د خیر او نیکو دعا کول۱۰- په هره ممکنه وسیله د هغوی خدمت کول۱۱- د هغوی زیات ملاقات کول ۱۲- د ملاقات او رخصت کېدلو په وخت کي په قلبي مینه د هغوی ټنډه او لاسونه ښکلول۱۳- په هر وخت او حالت کي د هغوی په حضور او غیاب کي د هغوی له توهین او سپکي ځخه ځان ساتل۱۴- د هغوی له مړیني وروسته ورته دعا کول خیرات پسي کول او د هغوی وصیتونه عملي کول۱۵- د هغوی له وفات ځخه وروسته د هغوی له دوستانو او خپلوانو سره خپلوي پالل۱۶- د هغوی په مخ کي پټه خوله کېناستل او په احترام سره د هغوی خبرو ته غوږ اېښودل۱۷- د هغوی په حضور کي له داسي حرکاتو ځخه ځان ساتل چي هغوی یې بې ادبي ګڼي او یا ورته اذیت پرې رسېږي۱۸- د هغوی د راننوتلو په صورت کي خپل حالت م نضبط کول او فورا ولاړېدل  او چي تر څو هغوی کېناستلي نه وي نه کېناستل۱۹- په ضروري کارونو کي له هغوی سره م صلحت کول او د هغوی رایه عملي کول۲۰- د هغوی له اجازت ځخه پرته کارته اویا په سفر نه تلل۲۱- که هغوی ناصا� �ح وي نو په نرمي سره هغوی سمي لاري ته دعوت کول او د هغوی له اصلاح ځخه نه مایوسه کېدل او په الله تعالی باندي دا حسن ظن ساتل چي هغه به هدایت ورته وکړي ۲۲- نېکي لاري ته هغوی په نرمي او ښو اخلاقو سره دعوت کول۲۳-  هغوی ته د لمانځه روژې اونورو فرایضو ور زده کول۲۴- که ځیني لرې وې په تیلیفون باندي ورته اطمینان او ډاډ و� �کول۲۵- ښځه باید  د هغوی د عقوق او نه احسان سبب جوړ نه شي۲۶- تر والدینو وړاندي خوراک نه کول ، نه کېناستل ، تګ نه کول۲۷- له کور ځخه تر وتلو مخکي د هغوی پوښتل چي ستا خدمت ته ضرورت لري او که نه ؟۲۸- د هغوی د رایې مخالفت نه کول او سخت او دردوونکي ځوابونه نه ورکول۲۹- که هغوی په یو منکر او غیر شرعي کار ووینې نو نرمي او حکمت له لاسه مه ورکوه۳۰- د هغوی د خوشاله ساتلو لپاره ورسره خوږې او خوشاله کوونکی خبري او ټوکي کول۳۱- د ژوندانه په چارو کي ورسره مشوره کول او د هغوی هدایات په پام کي نیول۳۲- که د هغوی په هدایاتو کي تاخېر وشي نو د هغوی ددلګېري لپاره د عذر وړاندي کول۳۳-  دسلام کولو په وخت کي د هغوی ټنده او یا� �اس او یا دواړه مچول۳۴- د سپین ږیرېتوب په مرحله کي د هغوی د روغتیا خیال ساتل او ماهره ډاکټرانو ته د هغوی ښکاره کول او دوا او ښه غذا ور ته چمتو کول۳۵- وخت ناوخته ور ځخه تپوس کول چي هغوی له تاسو ځخه خوشاله دي او که نه که خفه وي نو د خفګان د اسبابو پوښتل او حتی الامکان هغوی خوشاله کول۳۶- خپل اولاد ته ښودل چي ستا د م ور او پلار له تا ځخه زیات احترام وساتي او زیات اطاعت یې وکړي۳۷-  د رنځ په وخت کي تل د هغوی په خواکي پاته کېدل او د هغوی د رنځ چاري پخپله سمبالولالله تعالى د ټولو اولادونو ته د والدينو د خدمت او ښه سلوك او اح سان تو فيق وْركړي. ",دوالدینو حقوق او له هغوی سره د چال چلند آداب 4454, قدوسي سلیمانخېل," د تجسس كلمه له جاسوسي كولو ځخه اخيستله شوي ده  تجسس په عربي ژبه كي د يو چاد پټو رازونو پلټلو او  تر لاسه كولو او د چا د پټـو عيبونو معلومولو ته وائي همدا راز غیبت د یوچا د یو داسي عیب بیانولو ته وایې چي که هغه پرې خبر شي نو خفه کیږي دادواړه  په خپل ځای  نا� �وا عملونه او خطر ناكي اخلاقي ناروغۍ دي ،  دا رنځونه په هره ټولنه كي شته او په مونږ كي هم شته ،  ددي رنځ ذكر كول هم په دې وجه ضروري دی چي مونږ د اخلاقي نيمګړتيا ْوو د بيانولو په درشل كي يو، دا عمل هم د دي عمل لرونكي انسان لپاره او هم د نورو لپاره د زياتي پريشاني باعث ګرزي  او د تجربې له مخي ددې عمل مرتکب انسان ددوام په صورت كي په وروستي مرحله  كي د ليونتوب په رنځ اخته كېږي ،  اسلام د نيكمرغي دين دی او غواړي يوه  داسي خوشاله هوسا ټـولنه وجودولري چي په هغي كي سليم الفطرته انسان وجود ْولري كوم چي  له دي رنځونوځخه پاکه وي  په دې اساس كوم شيان چي د انساني ټولني د فساد او ورانولو عوامل ګڼل كېږي  , سوله له  مېنځه وړي  او بد امني را مېنځ ته کوي هغه ئي حرام ګـرزولي  دي ددې رنځ علاج داده چي مسلمان ددي په ځای چي په نورو پسي څراغ واخلي  او د نورو د عیبونو تلاش وکړي خپلو  عيبونو ته متوجه شي او هغه اصلاح کړي او د نورو خلګو د عيبونو له  تلاش ځخه خپلي سترګي  پټي  اوژبه او غوږونه بند  ْوساتي  .الله تعالى فرمائي :يأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اجْتَنِبُواْ كَثِيراً مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلاَ تَجَسَّسُواْ وَلاَيَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضاً � �َيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتاً فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُواْ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ *(ترجمه) اې د ايمان خاوندانووژغورۍ ځانونه خپل له ډيرو شكونوځخه دا ځكه چي ځيني شكونه ګناه دي او د خلګـو د پټـوعيبونو تلاش مه كوۍ او تاسي په خپل مينځ كي يو بل په بدو مه يادوۍ آيا په تاسو كي كوم يو دا خوښوي چي د مړه ورور غوښي ْوخوري؟ (هیڅکله نه)  بلكه له دې ځخه كركه كوۍ او له الله تعالى ځخه ووېرېږۍ په � �يښتيا سره چي الله تعالى زيات توبه منونكی او مهربان دی .عن ابي سعيد و جابر قالا قال النبي صلى الله عليه وسلم: الغِيبَةُ أَشَدُّ مِنَ الزِّنَا، قالوا يا رسول الله : وَكَيْفَ الغيبة أشد من الزنا؟ قال: انَّ الرجل ليزني فيَتُوبُ فَيَتُوبُ اللَّهُ عَلَيْهِ، وان صاحب الغيبة لايغفر له حتى يغفرها له صاحبه (شعب ا� �ايمان) ابو سعيد او جابر رضي الله تعالى عنهما روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل غيبت له زنا ځخه زياته سخته ګناه ده .  پوښتنه ْوشوه چي دا څرنګه؟ رسول الله صلى الله تعالى عليه وسلم ْوفرم ايل: دا ځكه چي  يو نارينه مسلمان كه زنا ْوكړي او بيا توبه ْوكاږي الله تعالى ئي توبه قبلوي او د غيبت كونكي توبه ترهغه وخته نه قبليري ترڅو چي له هغه كس ځخه ځان معاف نكړي د چا چي ئي غيبت كـړی وي .عن أنس بن مالك قال: قال رسول اللَّه صلى الله عليه وسلم: لَمَّا عُرِجَ بي مَرَرْتُ بِقَوْمٍ لَهُمْ أَظْفَارٌ مِنْ نُح َاسٍ، يَخْمِشُونَ وُجُوهَهُمْ وَصُدُورَهُمْ، فَقُلْتُ: مَنْ هؤُلاَءِ يَا جِبْرِيلُ؟ قَالَ: هؤُلاَءِ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ لُحُومَ النَّاسِ، وَيَقَعُونَ في أَعْرَاضِهِمْ. (أحمد و أبوداوود)انس بن مالك رضي الله تعالى عنه روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: د معراج په شپه چي كله آسمانونو ته ْوختلم يه يوه ډله انسانانو تېرشوم چي د كوټـو نوكان ئي ْوو او خپل مخونه او ټټرونه ئي پري داړل ما له جبرائيل عليه الس� �ام ځخه پوښتنه ْوكړه چي دا څوك دي؟ هغه راته ْوويل چي دا هغه انسانان دي چي د خلګـو غوښي خوري او د هغو په عزتونو كي لويدلي وي اوخبري په كي كوي .عن البراء بن عازب قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: يا معشر من آمن بلسانه ولم يدخل الإيمان في قلبه، لا تغتابوا المسلمين ولا تتبعوا عوراتهم، فإنه من يتبع عو� �اتهم يتبع الله عورته، ومن يتبع الله عورته يفضحه في بيته. (أبوداوود)له براء بن عازب رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْو فرمائيل : اې د داسي مْومنانو ټولۍ څـوك چي په ژبه مْومنان ياست او زړونو ته مو ايمان نه دی ننوتلی د مسلمانانو عيبونه مه بيانوۍ دهغوي اسرار مه پلټۍ او پرده ئي مه اّّخلۍ ،  الله تعالى له هغه چا پرده پورته كوي څوك چي د بل مسلمان ورور پرده لوڅوي او الله تعالى چي د كوم چا د لوڅولو اراده ْوكړي دخپل كورپه دننه كي ئي رسوا كوي.عن أبي هريرة أن النبيّ صلى الله عليه وس� �م قال: إياكم والظن فإن الظن أكذب الحديث ولا تحسسوا ولا تجسسوا ولا تنافسوا ولا تحاسدوا ولا تباغضوا ولا تدابروا وكونوا عباد الله إخوانا و في رواية ولا تناجشوا. (متفق عليه)ابوهريره رضي الله تعالى عنه � �وايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم و فرمايل : په چا بدګـماني مه كوۍ ځكه چي تردې غټ درواغ نشته اود چا خبرو ته د هغوي د خوښي خلاف غوږ مه نيسۍ  اودچا د عيبونو او اسرارو پلټـنه مه كوۍ  ،   او يوله بل سره ( په دنیوي چارو او بدو کارونو کي ) سيالي مه كوۍ ، او يوله بل سره دښمني او كينه مه كوۍ اويوبل بد مه هيسوۍ او يوبل ته مه شا كوۍ اود الله تعالى بندګان وروڼه جوړ شۍ .او په يوه روايت كي دي چي  يوشي چي نه ئي آخلۍ قيمت ئي مه پورته كوۍ .في الصحيحين عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: لا تحاسدوا ولا تباغضوا ولا تجسّسُوا ولا تحسّسُوا ولا تناجشوا وكونوا عباد الله إخواناً. وفي رواية: لا تحاسدوا ولا تناجشوا ولا تباغضوا ولا تدابروا ولا يبِعْ بعضكم على بَيْع بعض وكونوا عباد الله إخواناً. المسلِم أخو المسلم لا يَظْلِمه ولا يَخْذُله ولا يَحْقِره. التقوى هاهنا ـ ويشير إلى صدره ثلاث مرات ـ بحَسْبِ امرىء من الشر أن يَح ْقِر أخاه المسلم. كلُّ المسلمِ على المسلم حرامٌ دَمُه ومالُه وعِرْضُه. (القرطبي)ابوهريره رضي الله تعالى عنه روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل : يوله بل سره كينه مه كوۍ ، اويوبل بد مه ايسوۍ، اود چاد عيبونو تلاش مه كوۍ ، اود چا پټـو خبرو ته غوږ مه نيسۍ ، او د نه اخيستلو په صورت كي د چا د مال قيمت مه پورته كوۍ او د الله تعالى بندګـان وروڼه جوړ شۍ ، په بل روايت كي دي: يوله بل سره كينه مه كوۍ ، د نه اخيستلو په صورت كي د چا د مال قيمت مه پورته كوۍ ، اويوبل بد مه ايسوۍ ، او يوبل ته شا مه ګـرزوۍ ، اودبل چا د سامان د خرڅو� �و په وخت كي د هغه په ګاهك (خريدار) خپل شیی مه خرڅوۍ ،  او د الله تعالى بندګان وروڼه جوړ شۍ ، مسلمان دمسلمان ورور دی نه به په هغه ظلم كوي، او نه به ئي رسوا كوي ، او نه به ئي سپكه وي ، پرهيزګاري او د الله تعالى وېره د� �ته ده – او درې ځلي ئي خپلي سينې مباركي ته اشاره ْوكړه ، د مسلمان لپاره همدغه ګناه كافي ده چي خپل مسلمان و� �ور ته په سپكه سترګه ْوګوري ، د هرمسلمان وينه او مال او عزت په بل مسلمان باندي حرام دي.عن أبي هريرة، قال: سُئل رسول الله صلى الله عليه وسلم عن الغيبة، فقال: هُوَ أنْ تَقُولَ لأخِيكَ ما فِيهِ، فإنْ كُنْتَ صَادِقا فَقَدِ اغْتَبْتَه، وَإنْ كُنْتَ كاذِبا فَقَدْ بَهَتَّهُ.  (الطبري- مسند اّبي يعلى)ابوهريره � �ضي الله تعالى عنه فرمائي چي له رسول الله صلى الله تعالى عليه وسلم ځخه د غيبت متعلق پوښتنه ْوشوه رسول الله صلى الله تعالى عليه وسلم ْوفرمايل چي ستا د ورورعيب بيانول ، كه ته په هغه عيب ْوئيلو كي صادق وي نو غيبت د ْوكړ او كه د دروغ وییلي وي نو تور(بهتان) د ْولګـولو.عن أبي هريرة، عن النبيّ صلى الله عليه وس� �م قال: هَلْ تَدْرُونَ ما الْغيَّبَةُ؟ قال: قالوا الله ورسوله أعلم قال: ذِكْرُكَ أخاكَ بِمَا يكره ، قال: أر� �يت إن كان في أخي ما أقول له قال: إنْ كان فِيهِ ما تَقُولُ فَقَد اغْتَبْتَهُ، وَإنْ لَمْ يَكُنْ فِيهِ ما تَقُولُ فَقَدْ بَهَتَّهُ.  ( مسلم ) ابوهريره رضي الله تعالى عنه روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم  وفرمايل "" آيا تاسوته معلومه ده چي غيبت څه شيی دى؟  اصحابو ْوفرمايل چي الله تعالى او د هغه رسول په دې علم لري رسول الله صلى الله تعالى عليه وسلم ْوفرمايل د خپل ورور مسلمان هغه عيب بيانول چي دهغه ئي اظهار نه خوښېږي ابوهريره رضي الله تعالى عنه وائي چي ما وويل چي كه زما په وروركي موجود عيب بيان كړم اّيا دا به هم غيبت وي ؟ رسول الله صلى الله تعالى عليه وسلم وفرمايل چي كه ته ستا په مسلمان ورور كي موجود عيب بيان كړې دا غيبت ده او كه په هغه كي نه وي او ته ئي پورى ْوتړې نو دا بهتان ( تور ) دي .غيبت كول صرف د هغه چا لپاره ګناه نه ده چي غيبت كوي بلكه د غيبت آوريدونكي لپاره هم دومره ګناه ده لكه د غيبت كوونكي په دې وجه بايد په هغه مجلس كي ګډون ونكړو چيرته چي غيبت كېږي او كه په کي ناست یو  او څوك زمونږ په مخكي غيبت كوي هغه له دي كار ځخه منع كړو.عن بن عمر رضي الله تعالى عنهما قال نهى رسول الله صلى الله عليه وسلم عن الغيبة والاستماع الى ا� �غيبة و عن النميمة والاستماع الى النميمة. (الطبراني)له عبدالله بن عمر رضي الله تعالى عنهما ځخه � �وايت دی فرمائي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم له غيبت كولو او همداراز د  غيبت له آوريدلو ځخه ،  او له چغ� �خوري او چغلخوري ته له غوږ ايښودلو ځخه نهي او منع كړي ده .د ذکرشویو آیتونو او احادیثو له مخي مونږ ته په كار دادی چي خپل غوږونه , ژبي ,  اوسترګـي د نورو مسلمانانو وروڼـوكه خپل وي او كه پردي له پټوخبرو اود پټوعيبونو له تعقيب او لوڅولو ځخه همدا راز د هغوي له غيبت او بدګـوئي ځخه بند ْوساتو ,  نه په خپله داكار ْوكړو او نه نوروته ددې كار اجازه وركړو چي مونږ ته ئي واوروي په تيره بيا چي داخبري زمونږ د خپلو خپلوانو م� �ګـرو او  دوستانو په متعلق وي ځكه چي داقسم اعمال تفرقه , فساد,  نفرت اوكركه دعامو مسلمانانو او په خاصه توګـه د خپلوانو په مينځ كي اچوي  كه څوك مونږ ته د چا اسرار بيانوي هغه  له دې كار ځخه بند كړواو له داسي كسانو سره ناسته ولاړه محدود كړو چي د نورو اسرار نقلوي دا ډېر شنيع او قبيح عمل دي  تجربې ثابته كړي ده  چي دا عمل ټـو� �نه  ورانوي كورونه نړوي  د ژوند لذت ختموي امن او سوله ګډوډه كوي او مسلمانان په پريشاني او بدبيني اخته كوي .دغیبت او تجسس کولو ځیني عوامل اود هغوی معالجهغیبت کول ځیني بنسټیز عوام� �  او اسباب لري چي دلته به مونږ له هغوی ځخه ځیني په ګوته کړو او تر هغه وخته چي دا عوامل پای ته ونه رسېږي د غیبت مخه هم نشي نیول کیدلی :1 ـ یو هم  د غیبت له اساسي پاروونکیو ځخه کاوړ (غضب) دی کله چي انسان ته کاوړ ور� �ي خپل توازن وبایلي ، په خپل ځان کنترول له لاسه ورکړي او چا ته چي په کاوړ شوی وي په هغه باندي چي زړه یې وي هغه تورونه لګوي او چي څه په خوله ورځي هغه ورپوري تړي او د مقابل لوري خوږ ځایونه او د ضعف نقطې راسپړي تر څو هغه د نورو خلګو په وړاندي رسوا او ذلیل کړي او په دې شکل خپل کاوړ سوړ کړي همدا وجه ده چي په ګڼ شمېر روایتونو کي مونږ ته لارښوونه شوي ده چي مسلمان ته کاوړ نه ورځي او کله بیا کاوړ ورشي نو هغه یې زغمي او حوصله او تحمل کوي او چاته چي په کاوړ شوی وي له هغه ځخه سترګي پټوي تر څو د غیبت کولو په ګناه او همدارز په نورو ګناهونو لکه بهتان ، افترا، د مسلمان ورور سپکاوی اخته نه شي . او قرآن کریم دې خوی ته په اشارې سره مسلمانان داسي ستایې :  (وإذا ما غضبوا هم يغفرون )کله چي هغوی (مسلمانانو) ته کاوړ ورشي بښنه او درګذر کوي .1 ـ دوهم هغه شیی چي انسان په غیبت کولو باندي اړباسي هغه کینه او دښمني ده کله چي یو انسان له بل انسان سره په دښمني کولو اخته شي نو ددې لپاره چي د دښمني په هغه اور چي دده په زړه کي بلېږي اوبه تویې کړي د هغه په غیبت کولو پیل کوي ځکه خوزمونږ مقدس شریعت مسلمانان په دې امر کوي چي له هغو کارونو ځخه ځان وساتي چي هغه دښمني را پاروي تر څو یې له نامطلوبو آثارو ځخه وساتل شي ځکه چي زړې دښمني او کینې چي كله زیاتي شي انسان په ګناهونو او لویو جرمونو اخته كوي همدا وجه ده چي مسلمان الله تعالی په دې مکلف ګرزولی دی چي د منازعې په صورت کي د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم حکم ته مراجعه وکړي  او هغه ته په غاړه ایښودلو سره خپل جنجال حل او فصل کړي او خپل جنجالونه د نه اوږدوې ترڅو په دښمني  نه واوړي الله تعالی  فرمایې :(واذا تنازعتم في شيئ فردوه الی الله ورسوله) كله چي تاسي د یوشي په هکله په خپل مینځني جنجال اخته شۍ نو د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم حکم ته د هغې جنجالي موضوع په هکله مراجعه کوۍ .او كه په دې شکل هم جنجال پای ته ونه رسېږي نو بیا د مصلح ین او درېیمان مسلمانان  ددې متخاصمو طرفونو په مینځ کي جنجال حل و فصل کړي او د هغوی په مینځ کي د روغه جوړه � �اولي تر څو د هغوی په مینځ کي کینې او دښمني پای ته ورسېږي او اسلام  ددوو په مینځ کي په سوله راوستلو زیات  ټینګار کړی او د الله تعالی په وړاندي یې ددې کار ستر اجروثواب او فضیلت بیان کړی دی لكه چي په دې حدیث شریف کي د الله تعالی غوره او ګران پیغمبر (ص) فرمایې  .عن أبي الدرداء قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:  ألا أخبركم بأفضل من درجة الصلاة والصيام والصدقة ؟ قالوا: بلى، قال: إصلاح ذات البين، وفساد ذات البين هي الحالقة.  (ابن حبان)له ابي الدرداء رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وس� �م وفرمايل: آيازه تاسوته هغه نيك عمل در ْوښیم چي دهغه درجه د نفلي لمانځه، نفلي  روژې  اوخيرات کولو  تر درجي لوړه اوبهتره ده؟  اصحابو ْوفرمايل هو يارسول الله ، رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم ْوفرمايل : چي هغه نيك عمل ددْوو په مينځ كي روغه او سوله راوستل دي ، اود دوْو په مينځ كي ورانی جوړول یو داسي عمل دی چي نېک اعمال له مېنځه وړي۳ـ بل د غیبت کولو اساسي عامل حسد دی او مسلمان ته په کار ده چي له حسد او د حاسد له حسد ځخه په الله تعالی سره پناه وغواړي .حسد کوونکی انسان ددې لپاره چي د حسد هغه لمبه چي د هغه په کوګل کي بلېږي مړه شي د هغه چا  د بدنامولو او بدرنګه کولو لپاره چي دی ور سره په حسد اخته ده له غیبت کولو ځخه مرسته اخلي او دا وسله په کار اچوي او خپل سیال مسلمان ورور په داسي کلماتو او تورونو باندي ولي چي د هغه له شان سره نه ښایې همدا وجه ده چي زمونږ د اسلام پاک دین حسد یو له هغو بدو عملونو ځخه شمېرلی دی چي د مسلمان نېک عملونه داسي خرېیی لکه پتری چي وېښتان خرېیي او ښه اعمال داسي سوځوي لکه اور چي لرګي سوځوي .۴-  بل د غیبت کولو عامل کله ناکله ټوکي او م سخرې هم جوړېږي داسي هم زیات پېښ شوي دي چي کله په ټوکو کي دمقابل طرف د هغه په مخ او یا د هغه په غیاب کي په غیبت کولو اخته شي او دا دخواشیني ځای دی چي دا عمل نن ورځ په مونږ زیاتو عادي مسلمانانو کي شته کله چي مونږ  په یوځای کي سره راغونډ شو دیوبل د توهینولو او یا د مجلس د حاضرینو د خندولو لپاره یو په بل پسي ټوکي او مسخرې کوو او دا د ناپوهانو او جهالو عادت دی .تاسو به آوریدلي وي چي کله موسی علیه السلام خپل قوم بني اسرایلو ته حکم وکړ چي غوا حلاله کړي هغوي دا پسخند وګڼلو او په هغه پوري یې مسخرې پیل کړي موسی علیه السلام ور ته وویل :  (أعوذ بالله أن أكون من الجاهلين)  له دې ځخه چي زه له جاهلانو ځخه و شمېرل شم په الله تعالی س� �ه پناه غواړم .  د قرآنکریم ددې قصې له څېړلو ځخه دا جوته کېږي چي ټوکي ، پسخند او مسخرې د جاهلانو عمل دی هوښیار انسان ته په کار ده چي په داسي عمل اخته نشي چي هغه د ده په جهالت دلالت وکړي او د جهالت تر څنګ په ستره ګناه غیبت اخته شي .۵ ـ بل هغه عمل چي هغه په غیبت کولو منجر کېږي هغه د ځان ښکاره کول او یا په بل عبارت خودنمایې ده تاسو به لیدلي وي چي کله یو څوک خپل ښه خویونه شمېري او تر څو چي ځان ښه وښیي د بل مقام راښکته کوي د مثال په توګه داسي وایې چي : فلانی په هیڅ نه پوهېږي او نورو ته دا ثابتوي چي یواځي  دی پوهېږي او دی تر هغه بل سړي غوره او بهتر دی په دې شکل هغه د غیبت کولو د ستري ګناه مرتکب کېږي .۶ ـ  بل کله چي یو انسان له ځان ځخه دفاع کوي نو ددفاع په حالت کي بل څوک تورن کوي هغه کولای شي چي له ځان ځخه دفاع وکړي او د یو چا نوم یاد نکړي خو هغه وایې چي دا غلط کارونه زه نه کوم بلکه فلانی یې کوي .د مثال په توګه که یو څوک درته ووایې چي ویل کېږي ته دروغ وایې ته کو� �ای شې ورته ووایې چي زه دروغ نه وایم اوبس خو ته داسي ورته وایې چي زه دروغ نه وایم فلانی دروغ وایې  او یا داسی وایې چي یواځي ما دروغ نه دي ویلي بلکه هغه فلاني چي له ماسره په دې کار کي یوځای وو هغه هم دروغ وایې  چي په دې � �کل د غیبت کولو په جال کي ګیر شوې . ۷ ـ کله بیا انسان په  یوه داسی مجلس کېوزي چي هلته د یو معین شخص غېبت کېږي نو هغه هم ددې په خاطر چي د ملګریو زړونه خوشاله وساتي د هغه کس عیبونه بیانوي  او هغه داغونه یې لوڅوي کوم چي یې انډیوالانو ته نه وي معلوم او په دې شکل د غیبت کولو په ګناه اخته شي .۸ ـ کله بیا انسان د همدردي او زړسوي په وجه په غیبت اخته شي د مثال په توګه وایې فلاني مسکین په داسي کار ونیول شو چي عزت یې ټول پوري ولاړ خدای د یې چاره وکړي ته وا له دغه سره د څه وو؟ کېدای شي چي واقعا یې زړه ورباندي خوږ شوی وي خو دا چي د هغه نوم یې واخیست او عیب یې ښکاره کړ په غیبت اخته شو ده کولای شوای چي نوم یې وانخلي او همدردي یې ښکاره کړي وای په دې شکل به هغه د الله تعالی په وړاندي د اجر او ثواب مستحق ګرزېدلی وای لیکن شیطان د وسوسې له لاري هغه له دې اجر ځخه غافل کړ او سرچپه یې په ګناه اخته کړ .۹ ـ کله بیا یو څوک د تعجب او حیرانتیا په وجه د غیبت کولو مرتکب شي د مثال په توګه په لویه مجمع کي ووایې چي زه خو دې ته په تعجب کي یم چي فلاني څرنګه دا بدکار کولو او په هغه خو د چا شک هم دداسي غلط کار نه راتلو په دې شکل د غیبت په ګناه اخته شي . ۱۰ ـ او کله بیا هیڅ عوامل نه وي خو انسان د ناخبري او یا غفلت په وجه د غیبت کولو په ګناه اخته وي په هر حالت د غیبت کوونکي پوهول په کارده چي وروره غیبت کول ست� �ه ګناه ده او د خپل مسلمان ورور بد مه وایه په دې د هغه هیڅ تاوان نه کېږي بلکه د غیبت کوونکي او د غیبت آو� �ېدونکي نقصان ده چي دواړه په ګناه اخته کېږي .د غیبت کولو د معالجې لپاره یوڅو آساني لاري :انسان په فطري توګه ځان ته ګټه رسول او له ضرر ځخه د ځان ساتل خوښوي ددې فطرت په غوښتنه هغه ته په کارده چي کومه خبره د هغه له خولي ځخه راوځي مخکي له دې چي ویې کړي و یې سنجوي چي آیا دا خبره هغه ته ګټه رسوي او که تاوان که هغه خبره د فایدې او ګټي وي ودیې کړي او که هغه خبره ضرر او تاوان وي نه دیې کوي .تر هرڅه د مخه د غیبت کولو په وخت کي انسان باید فکر وکړي چي کومه خبره چي د هغه له خولې راوځي له ضرر ، فساد ، نفاق  او تاوان ځخه پرته نوره هیڅ ګټه نلري  او همداراز هغه په دنیوي آزموینه د الله تعالی په قهر او د هغه په دردناک عذاب اخته کوي نو هوښیار انسان ته په کارده چي خپل ځان ته ووایې چي ولي داسي خبره وکړم چي دومره لوی ضرر او غټ فساد ځیني جوړېږي .دوهمه داچي هر رنځ درمل او علاج  ته اړتیالري او تر درملنه مخکي د مرض تشخیص کول او د هغه د میکروبونو پېژندل ضروري دی په همدې شکل غیبت کول یو اخلاقي رنځ دی چي معالجې ته ضرورت لري او د میکروبونو وژل یې ضروري ده کوم چي دې رنځ ته وده ورکوي .لکه څرنګه چي مخکي مو یاد کړل چي هغه عوامل چي انسان غیبت کولو ته ور پوري وهي ډې� �دي خو عمده وجوهات یې غصه ، حسد او دښمني ده کوم چي مونږ غیبت کولو اود تورونو لګولو خواته ورټېل وهي  د خوا� �یني ځای خو داده چي کله مونږ په یوه بدني ناروغي اخته شو او یا د یوې معمولي ناروغۍ اثر زمونږ په بدن ښکاره شي فوراتر ټولو ښه او مشهور متخصص معالج ته مراجعه کوو د میکروب د تشخیص لپاره د معالج د هدایت سره سم  قیمتي د ویني او نورو موادو آزمویني کوو او معالج نسخه راکوي او د هغه هدایات په پام کي نیسو او نسخه استعمالوو او کوم پرهېز چي راته راکړي د هغه هم پابند اوسېږو او که جوړ هم شو خو بیا هم د ډاډېیني لپاره څو ځلي بیا هغه معالج ته ورځو تر څو چي د رنځ له ختمېدلو او د میکروبو له وژل کېدلو ځخه بشپړ ډاډمن شو خوکله چي مونږ په روحاني تکلیف او یا اخلاقي رنځ اخته شو هیڅکله هم معالج ته د ورتللو فکر راسره نه وي ، هیڅ غم یې راسره نه وي سره ددې چي د قیامت په ورځ به روح او بدن دواړه د جهنم په اور کي سوځول کېږي  روایت دی  چي یوچا أبوذر الغفاري رضی الله تعالی عنه ته یولیک ولېږو او په هغه لیک کي یې له أبوذر ځخه وغوښتل چي قیمتي علم ور ته وښیي ،  أبوذر (رض)  په ځواب کي ورته ولیکل چي : (( علم خو ډېردی خو که د په قدرت کي وو له هغه چا سره بد مه کوه له چاسره چي مینه لري په دې عمل وکړه اوبس)) .هغه سړي په ډېره حیرانتیا له أبوذر (رض) ځخه پوښتنه وکړه چي : داسي څوک د کله هم لیدلي دي چي له خپل مح بوب سره بد او یا زیاتی کوي ؟ هغه په ځواب کي ورته وویل : هو ستا خپل ځان  تر ټولو خلګو تاته زیات غوره او مح بوب د ی کله هم چي د الله تعالی نافرماني کوې له خپل ځان سره دبد وکړو . په دې اساس که مونږ له خپلو ځانونو سره په رېښتیا هم مینه لرو نو په مونږ لازمه ده چي له غیبت کولو او له دښمني او حسد ځخه چي مونږ په غیبت کولو ګماري خپل ځانونه ټینګ وساتوترڅو دد نیا او آخرت له سخت عذاب ځخه خلاصون پیدا کړو . کله چي مونږ ددوستانو په داسي محفل کي کېنو چي هلته د یو مسلمان ورور غیبت کېږي نو ددې په ځای چي خپل ملګري په غیبت کولو خوشاله کړو باید فکر وکړو چي په غیبت د ملګرو خوشاله کول  دالله تعالی قهر او غصه راپاروي او الله تعالی ناراضه کېږي په دې اساس باید له غیبت کولو ډډه وکړو او که مو قدرت ورسي ملګري هم په احسنه طریقه د غیبت کولو په نقصان او ګناه خبرکړو په دې صورت کي به مو  أمربالمعروف او نهی عن المنکر چي د هر مسلمان فریضه او دنده ده سرته رسولي وي او الله تعا� �ې به راځخه راضي وي  .بل باید دا هم په پام کي ونیسو چي د غیبت کولو یوستر نقصان دادی چي هغه زمونږ نېکي له م ېنځه وړي په هغه لویه ورځ چي له نېک عمل ځخه ماسوا به نور هیڅ انسان ته ګټه نشي رسولای او دنیکیو قیمت به ډېر لوړ وي  په کار داده چي هغه  په نه څه له لاسه ونه باسو او په غیبت کولو سره زمونږ  نیک عملونه له مېنځه ځي او د حشر په بازارکي به خداناکرده زمونږ په لاس کي د نیک عمل هغه قیمتي متاع نه وي کوم چي به زمونږ ورته زیاته اړتیاوي . په دې حدیث شریف کي څه فکر کول په کاردی :  رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو اصحابو پوښتنه وکړه ( هل تدرون من المفلس؟ ) آیاتاسوخبر یاست چي تنګ لاسی څوک دی ؟ اصحابو ورته وویل : ( قا� �وا: المفلس فينا يا رسول الله، مَن لا درهم له ولا متاع) په مونږ کي خو تنګ لاسی هغه څوک دی چي څوری او نغدي نلري ،  رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :( فقال (ص): المفلس من أمتي مَن يأتي يوم القيامة بص� �اة وزكاة وصيام، ويأتي قد شتم هذا، وقذف هذا، وأكل مال هذا، وسفك دم هذا، وضرب هذا، فيعطى هذا من حسناته، وهذا من حسناته، وإن فُنيت حسناته، قبلَ أن يُقضى ما عليه أخذ من خطاياهم فطرحت عليه، ثم يطرح في النار) ځما د امت تنګ لاسی هغه څوک دی چي د قیامت په ورځ به له ځان سره لمونځونه زکاتونه  اوروزې  په داسي حالت کي  راوړې  چي دې ته به یې ښکنځلي کړي وي ، په دې بل به یې تور لګولی وي ، ددې بل به یې مال په ناجایزه خوړلی وي ، ددې بل به یې ویني تویې کړي وي او دا بل به یې وهلی وي نو دې ټولو ته به دده نېکي ګاني ور ووېشلي شي ، که مخکي له دې چي ددې کسانو غاړه ووځي دده نېکي ختمي شي  د هغوی ګناهونه به  را وړل کېږي او په ده به اېښودل کېږي  او بلآخره به د جهنم  په اور کي واچول شي .ریښتیا هم چي د قیامت دورځي ډېري سختي صحني  او وېروونکي مرحلې دي ، یوه داسي ګناه چي زمونږ روزمره معمول ده او ډېره یې وړه ګڼو د قیامت په ورځ زمونږ ټولي هغه نېکېوي چي سرمایه او رأس المال به مو نور څه  نه وي له مینځه یوسي د افسوس او خواشیني ځای به وي ، نو په کار داده چي دا احادیث مونږ په هروخت او هر مجلس کي به پام کي ونیسو او خپلي ژبي له داسي خبرو کنترول کړو چي ګټه خو هیڅ نلري او سرچپه لوی تاوان راته رسوي .بله خبره داده چي کله دا زمونږ مسلمان ورور چي مونږ به مخامخ له هغه سره مدارات  او مینه کوله او پسي شا به یې مونږ غیبت کولو د قیامت په ورځ د الله تعالی په حضور کي راسره مخامخ شي او راته ووایې چي ما خو له تا داسي امید نلرلو چي داسي په سپکو ورکو به مي یادوې ولي د ځما غیبت کولو اوولي د ځما عزت  لوټولو ؟ څومره د شرم او خجالت ځای دی مونږ به په ځواب کي څه ورته وایو چي زمونږ په مخونو د هغه د غیبت نښي او نښانې له ورایه څرګندي وي که انکار کوو زمونږ ژبي به شاهدي ورکوي چي زه د دده په غیبت خوځولم  نو کله چي هم د یوچا غیبت کوو باید دا صحنه په پام کي ونیسو او د هغه لویې ورځي له خجالت ځخه ځانونه وساتو . بل داچي مونږ د خپل ژوند څومره قېمتي وختونه د نورو د عیبونو په پ� �ټلو کي ضایع کړل که دا وختونه مونږ د خپلو عیبونو په اصلاح او معالجه کي لګولي وای څومره به ښه وای .له یوه د سلف صالحینو ځخه یوه سړي  د یوبل چا په هکله پوښتنه وکړه چي فلانی په څه لګیادی هغه په ځواب کي ورته وویل : (نح مد الله ونشکره)   بیا یې پوښتنه ځیني وکړه هغه ورته وویل : (نحمد الله ونشکره) هغه پوښتنه ځیني وکړه چي زه د ف� �اني د حال احوال پوښتنه در ځخه کوم او ته د الله تعالی شکر ادا کوې هغه ورته وویل چي د الله تعالی شکر په دې اداکوم چي یو داسي انسان مي ولید چي خپل عیبونه یې ټول اصلاح کړي دي او د نورو پوښتنه کوي او د هغوی په چارو کي فکر وهي  .  د زیاتي خواشیني ځای دی چي خپل ځانونه مو هېر کړي دي د خپلو هغوعیبونو تلاش مو پرې ایښی دی چي له ح ده زیات دي  او د نورو د عیبونو په تلاش  ور ځخه مشغول پاته یو .( یادونه) البته دا نوع غیبت او د مسلمان د عیبونو تلاش په هغه صورت کي حرام دی چي د مسلمان عیبونه د هغه تر ذات پوري محدود وي او ضرر یې صرف یواځي ده ته متوجه وي اوكه يو څوک داسي عیب ولري چي د هغه عیب ضرر ټولني ته متوجه وي او که څوک پرې خبر نه کړل شي کیدای شي اجتماعي ستونځي را مېنځ ته کړي او یا امنیت ګډوډ کړي , يا يو څوک د بل چا په خلاف په داسي عمل لاس پوري کول غواړي که هغه پرې خبر نکړل شي کېدای شي په یو ستر مصیبت او یا فتنه یې اخته کړي  نو په هغه صورت کي په � �ومړۍ مرحله کي داسي لاري چاري باید په کار واچولي شي چي هغه فرد یا ګروپ له هغه جرم ځخه لاس واخلي او که هیڅ چا� �ه بله نه وه نو بیا که د هغه دا عیب  مربوط لوري  اونورو خلګو ته واضح کړل شي او یا اسلامي دولت پرې خبر کړل شي نو دا هغه غیبت او تجسس نه ګڼل کېږي کوم چي اسلام مونږ له هغه ځخه منع کړي یو بلكه  پرداسي مجرمینو پرده اچول په خپل ذات کي یو ستر جرم دی او که یو څوک له باوري خبرتیا سره سره  خوله پټه ونیسي نو د جرم د واقع کېدلو په صورت کي هغه هم برابر شریک ګڼل کېږي او د سزا مستحق دی  دا ځکه لکه مخکي چي مو وویل چي ددې اخلاقي نییمګړتیاوو � �ه  تحریم ځخه د اسلام د مقدس دین بنیادي  مقصد د نېکمرغي او پرامنه ټولني بنیانګذاري ده او که په جرایمو له پ� �دې اچولو ځخه د اسلامي ټولني امنیت ته ګواښ متوجه وي  او یا د الهي قوانینو سرغړونه کېږي نو بیا یواځي د اسلامي دولت نه بلکه د ټولني د هرفرد مسؤلیت دی چي د جرایمو په مخنیوي کي چي په هرشکل وي فعاله ونډه واخلي .نو اې زم ونږ پروردګاره مونږ د خپلو عیبونو په اصلاح مشغول کړې او د نورو مسلمانو وروڼو له غیبت کولو او د عیبونو له ت� �اش  ځخه زمونږ  سترګي پټي ، ژبي بندي او غوږونه مو ځیني کاڼه کړې او د قیامت د لویې ورځي له مفلسانو ځخه مو مه ګ� �زوې (آمېن) ",غیبت او تجسس اسباب ، عواقب او درملنه یې 4455, قدوسي سلیمانخېل," هغه څوک چي د اسلام د مقدس دین پیروان  او رېښتیني مس� �مانان دي هغوی ددې دین په سیوري کي د شرافت او عزت ژوند تېروي  ،  د ایمان  په خوند پوه وي ، له ډاډمني عقیدې ځخه برخه من وي ، د الله تعالی له طاعت او عبادت سره بې کچه مینه لري او ددې دین لارښوني د هغه لپاره اوسپنیز دیوالونه وي چي د هغه او انحراف په مېنځ کي  واقع وي او هغه د ګمراهانو له اتباع ځخه راګرزوي ،  هم داراز دا دین  د خپلو اتباعو ستونځي او پرېشانیوي ختموي په دې اساس تر هغه چا بل څوک بډای او شتمن نشته چي له دې دین سره یې مینه وي ولو که په مادي لحاظ مسکین او محتاج وي ،  او تر هغه چا به بل څوک مفلس نه وي چي له دې دین سره یې دښمني وي ولوکه په مالي لحاظ ډېر شتمن  او بډای وي  .هغه څه چي یو غیرت من مسلمان ځوروي هغه داده چي ځیني مسلمانان  خپله نېکمرغي او خوشالي له دې دین ځخه ماسوا په بل څه کي لټوي هغوی په خپلو پرهارونو د درم ل په ځای د زهرو پټۍ لګوي، په نفساني خواهشاتو او حیواني شهواتو کي روغتیا او درملنه غواړي  چي د هغوی له جم� �ې ځخه یو هم  مو سیقي او د موسیقي په آلاتو غږول شي سندري  دي چي زیات خلګ ور باندي لګیا دي  حتی چی هغه یې خپل عادت  او ورځنی معمول ګرزولی دی  او مخکي له دې چي د اسلامي شریعت د هغې حکم ځان ته معلوم کړي د هغې د� �ورېدلو او استعمال جوازیې خپلو ځانونو ته ورکړی دی .زمونږ ځیني په اصطلاح روشنفکران او یا لیکوالان په دې اساس چي موسیقي د روح غذا ده او یا زړونه نرموي  او عاطفې ته وده ورکوي  هغې ته جواز ورکوي ځیني بیا وایې چي د متصوفینو په مسلک کي موسیقي  جایز څه چي زیات ارزښت لري خو حقیقت داده که موسیقي زړونه نرم کولای نو د م وسیقارانو ( سندرغاړو) زړونه به تر هرچا نرم وای اود هغوی اخلاق به یې مهذب کړي وای خو تر کومه ځایه چي ټولو ته معلومه ده زیات تره هنر مندان منحرف ،  بېدینه او بد اخلاقه وي . مونږ به د اسلامي شریعت له نظره د سندرو ویل او غږول ، موسیقي او په موسېقي د غږول شویو سندرو کم او کیف په راتلونکي بحث کي وڅېړو هیله ده ستاسو د استفادې وړ واقع شي  د مسلمان لپاره چي له قرآنکریم او یا نبوي احادیثو ځخه  یو دلیل ذکر شي هم کفایت کوي  خو کله چي دلایل زیات او نصوص ډېر شي باید فوراً یې ومني الله تعالی فرمایې : وما كان لمؤمن ولا مؤمنة إذا قضى الله ورسوله أمرا أن يكون لهم الخيرة من أمرهم ومن يعص الله ورسوله فقد ضل ضلالا مبينا ٭ هیڅ مسلمان نارینه او مسلماني ښځي ته چي کله الله تعالی او د هغه رسول (ص)  د یو کار په هکله یوه پرېکړه وکړي  ددې اجازت نشته چي هغوی دیې په منلوکي خوښ رضا وي او چاچي د الله تعالی او د هغه د رسول (ص) له فیصلې ځخه سر وغړولو نو رېښتیاهم په څرګنده ګمراهي کي بې لاري شولو .په تېرووختونوکي به یووخت چېرته یومحفل یا مجلس جوړېدلواو هلته به سندرغاړو سندري ویلې خو د وخت په تېرېدلواودعصري تکنالوژي له پرمختللو سره اوس موسېقي د � �ادیو ، تلویزیون، کمپیوتر او انټرنټ او نورو خپرندویه وسایلوپه وسېله هر کور او هر محفل ته که یې څوک غواړي او که یې نه غواړي ننوتلي او ننوځي په تېره بیا زمونږ ګران هېواد او هېواد وال او په عمومي شکل ټول پښتانه وروڼه چي اوس د تکنالوژي له پلوه د پرمختللي نړۍ په کاروان تازه ورګډ شوي دي او له زیاتو چېلنجونو، ګواښونو او آزم وینوسره مخامخ دي مونږ  دا لازمه وبلله اوومو پتېیله چي له قرآن کریم او نبوي احادیثوځخه د سندرو وی� �وداباحت او یا تحریم دلایل او د اسلامي امت د علماوو نظر او دریځ په دې هکله په خپله مورنۍ پښتو ژبه کي دلته وړاندي کړو زمونږ موخه له دې بحث ځخه اسلام او زمونږ مسلمانو پښتنو وروڼو ته یو وړوکی خدمت دی هیله ده چي زم ونږ مسلمان وروڼه به له دې بحث ځخه خوند او ګټه واخلي الله تعالی ته لاس په دعا یو چي هغه زمونږ دا هڅي ګټوري او د خپلي رضا موجب  وګرځوي  .په اسلام کي د سندرو ویلو او موسیقي څه حکم دی ؟دا هغه پوښتنه ده چي ډېر ځله او په بېلابېلو ډګرونو کي د یوه اوبل په ژبه څرخېږي او زیات تره مسلمانان د هغې په ځواب کي بېل بېل نظرونه اوځوابونه لري چي د هغو ځوابونود توپېر په اساس له سندرو او موسېقي سره د هغوی تعامل هم بېله بېله بڼه لري .ځیني خو داسي دي چي هرډول سندرو او موسېقي ته یې خپل غوږونه په دې اساس پرانستي دي چي دا دشوق او ذوق هغه شیان دي چي د هغوی په ګمان الله تعالی خپلو بندګانو ته روا او مباح ګرزولي دي .ځیني بیا داسي دي چي کله یې هم درادیو او سندري غږ تر غوږ شي سمدلاسه یا خو رادیو بندوي او یا په خپلو غوږونو کي ګوتي نیسي په دې دلیل چي ګواکي دا دشیطان مزمار(شپېلۍ) دی چي خلګ له لمانځه اوداسه او د الله تعالی له یاد ځخه غافل کوي ، په تېره بیا چي سندرغاړي هم ښځېنه وي ځکه چي داحنافو په نزد د پردۍ ښځي غږ عورت دی چي آورېدل یې حرام دی  او د خپلو ادعاګانو � �پاره هر لوری له قرآنکریم او سنت نبوي ځخه بېل بېل استدلالونه وړاندي کوي  ځیني خو تر دې اندازې ټینګار کوي چي د موسېقي هغه ټوټه هم نه آوري چي د خبرونو په پیل کي غږول کېږي .درېیم فریق هغه څوک دي چي په مینځ کي متردد ولاړ دي او له علماوو ځخه انتظار باسي چي له هغوی ځخه د هغه څه په هکله شافي او کافي پرېکړه تر لاسه کړي کوم چي د هغوی له روزمره ژوند او عواطفو سره تړاو لري په تېره بیا په اوسني وخت کي چي سمعي او بصري  د موسېقي او سندرو خپروني د خلګو کورونو ته که هغوی یې غواړي او که یې نه غواړي ور ننوتلي ده او  د هغوی سترګي او غوږونه یې د ځان لورته اړولي دي .سندري ویل له موسېقي سره او بې له موسېقي هغه مسأله ده چي له تېرو وختونو را هېسي د تاریخ په اوږدو کي د علماوو په مینځ کي د بحث موضوع ګرځېدلي وه او ده ،  په ځېنو ځایونو کي یوه خوله دي او په ځینو نورو ځایونو کي د رایو اختلاف لري .   هغه سندري چي په هغې کي ښکنځلي او فحش ویل وي او یا آورېدونکی او ویونکی په ګناه فسق او فحاشي ګماري که له موسیقي سره وي او که یواځی وي د علماوو په اتفاق حرامي او ناروا دي ځکه چي سند� �ي خبري دي ښې یې ښې دي او بدي یې بدي دي او هغه خبري چي حرام په کي نغښتي وي حرامي دي په تېره بیا چي کله وزن نغمې او موسېقي هم ورسره شي . او هغه سندري چي دا شیان پکي نه وي او موسیقي نه وي ورسره او د نامحرمو په وړاندي سندرغاړي ښځینه نه وي د خوشالي په مشروعو ورځو کي د علماوو په اتفاق مباح او روا دي  لکه کوژدې او ودونه د م سافرینو د راتللو په وخت کي اود اخترونو په ورځو کي .او په دې هکله صرېح نصوص راغلي دي چي مونږ به یې وروسته وړاندي کړو .د موضوع د اهمیت په بنیاد مو دا و پتېیله چي موضوع ښه روښانه کړو او په بېلابېلو اړخونو یې رڼا واچوو تر څو زمونږ مسلمانو پښتنو وروڼوته د موضوع په هکله د دلایلو په بنیاد د حلال او حرام فرق او توپېر څ� �ګند شي نه داچي فلان داسي وایې او فلان داسي  ، او ددین په رڼا کي مود موضوع په هکله  بصیرت پیدا شي والله ولي التوفیق .له قرآنکریم ځخه د سندرو ویلو د تحریم دلایل :الله تعالی فرمایې :ومن الناس من يشتري لهو الحديث ليضل عن سبيل الله بغير علم ويتخذها هزوا أولئك لهم عذاب مهين (سورة � �قمان ۲)له خلګو ځخه ځیني کسان دي چي په بیه آخلي ( لهوالحدیث ) تر څو په ناخبري سره د الله تعالی له لاري ځخه نور بې لاري کړي او هغه ساتېری ګرځوي د همدغو کسانو لپاره سپک ګرځوونکی عذاب  دی .د امت ستر عالم عبدال� �ه بن عباس رضي الله تعالی عنهما د لهوالحدیث تفسیر په سندرو ویلو (غناء) سره کړی دی او بل مفسر عالم مجاهد د هغه تفسیر په دریا (الطبل) سره کړی دی (تفسير الطبري) حسن بصري رحمة الله تعالی علیه د لهوالحدیث تفسیر په موسی� �ي او د موسیقي په آلاتو سره کړی دی (تفسیر ابن کثیر) ابن القیم رحمه الله فرمایې : چي د لهو الحدیث لپاره د صح ابه کرامو او تابعینو همدغه په موسیقي سره تفسیر کفایت کوی او له ابن عباس او ابن مسعود رضي الله تعالی عنهم صحیح روایتونه همدغه را نقل شوي دي .ابو الصهباء وایې چي ما له ابن مسعود ځخه د الله تعالی د قول (ومن الناس من يشتري لهو الحديث)  د تفسیرپه هکله پوښتنه وکړه هغه په ځواب کي راته وویل : وا� �له الذي لا إله غيره هو الغناء - يرددها ثلاث مرات . ځما د قسم په هغه ذات وي چي له هغه ځخه ماسوا بل معبود نشته همدغه په موسیقي غږول شوي سندري دي او درې ځلي یې دا خبره غبرګه کړه ، له عبد الله بن عمر رضي الله تعالی عنهما ځخه صحیح روایت شوی دی چي لهو الحدیث په موسیقي غږول شوي سندري دي (اغاثة اللهفان لابن القیم)همدا� �از  جابر اوعكرمة اوسعيد بن جبير اومكحول اوميمون بن مهران اوعمرو بن شعيب اوعلي بن بديمة او نورو سلف صا� �حينو ددې آیت تفسیر په موسیقي سره کړي ده او واحدي رحمه الله وایې چي د ذکرشویو تفسیرونو په اساس موسیقي حرامه او نارواده  ( إغاثة اللهفان) .الامام الألوسي (رح) د روح المعاني د تفسیر مولف  وایې چي غوره تفسېر د لهو الحدیث هغه دی کوم چي له حسن ځخه یې روایت شوی دی :کل ما شغلک عن عبادة الله تعالی و ذکره من السمر و الأضاحیک و الخرافات و الغناء ونحوها (ص ۹۱\ج۲۴)هر هغه څه چي انسان د الله تعالی له عبادت او له یاد ځخه مشغول او غافل ساتي که ټوکي وي او که نکلونه وي  او که سندري ویل وي او که داسي نور شیان وي هغه لهو الح دیث دي .په بل ځای کي الله تعالی فرمایې :واستفزز من استطعت منهم بصوتك (   سورة الإسراء 64) تفسير جلالین د دې آیت په تفسیر کي لیکي چي مفهوم یې دی : الله تعالی شیطان ته مخاطب دی فرمایې : له هغوی (مس� �مانانو) ځخه چي په چا د لاس رسي هغوی په خپل آواز سره سپک او ذلیل کړه.مجاهدوایې چي دشیطان آوازخوشي خبري اولوبي دي ،قرطبي وایې چي دشیطان آواز په موسېقي غږول شوي سندري او د موسېقي آلات او بې فایدې خبري دي . عبد الله بن عباس رضي الله تعالی عنهما فرمایې چي د شیطان آواز هر هغه آواز دی چي انسان معصیت ته ور بولي .  قرطبي په خپل تفسیر کي لیکي چي په دې آیت کي چي څه دي هغه په موسېقي د غږول شویو سندرو او د موسېقي د آلاتو په تحریم دلالت کوي  چي د ځان ساتل ځیني واجب دی  .د قرآنکریم په بل ځای کي الله تعالی فرمایې :والذين لاي� �هدون الزور وإذا مروا باللغو مروا كراما ( الفرقان ۷۲)او هغه مومنان کامیابه دي چي موسېقي ته نه حاضرېږي او کله چي په باطلو محفلونو تېرېږي نو د عزتمنو انسانانو غوندي ور باندي تېرېږي  چي نه یې ګوري او نه یې آوري .په نبوي احادیثو کي د موسیقي د تحریم دلایل :جابر رضي الله عنه فرمایې : (خ� �ج رسول الله صلى الله عليه وسلم مع عبد الرحمن بن عوف إلى النخيل، فإذا ابنه إبراهيم يجود بنفسه، فوضعه في حجره ففاضت عيناه، فقال عبد الرحمن: أتبكي وأنت تنهى عن البكاء؟ قال: إني لم أنه عن البكاء، وإنما نهيت عن صوتين أح مقين فاجرين: صوت عند نغمة لهو ولعب ومزامير شيطان، وصوت عند مصيبة: خمش وجوه وشق جيوب ورنة) رواه الترمذي رسول الله  صلی الله علیه وسلم یوه ورځ له عبدالرحمن بن عوف سره نخیل ته (چي په مدېنه منوره کي د یوځای نوم دی) راووت چي د هغه (ص) زوی ابراهېم د وفات د ناروغي په حالت کي وو (ص) هغه ابراهیم په خپله غېږ مبارکه کي څم� �ولواوله سترګومبارکویې اوښکي راتویې شولې، عبدالرحمن ورته وویل : ته هم ژاړې یا رسول الله ؛ په داسي حال چي تا مونږ له ژړا ځخه منع کولو  ،  رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي ما تاسو له ژړا ځخه نه یاست منع کړي بلکه ما تاسو له دوو احمقو غږونو ځخه منع کړي یاست یو له هغو آوازونو ځخه چي د نغمو او د موسیقي له آلاتو سره وي او بل غږونه چي د ماتم په وخت کي ور سره د مخ ګیرول او د جامو څېرل او په سر د خاورو شېندل وي .  په بل حدیث کي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمایې : ( صوتان ملعونان، صوت مزمار عند نعمة، و صوت ويل عند م صيبة .     دوه غږونه دالله تعالی له رحمت ځخه لېري دي یو په نعمت باندي دموسېقي دآلاتوغږ اوبل د مصیبت په وخت کي لوړ غږ  (چیغي) .       او دا خو نن ورځ د مسلمانانو معمول ګرزېدلی دی چي په دعوتونو او مېلمستیاوو کي سرودونه او د سرود آلات او هنرمندان راغواړي او د خواشیني ځای خو داده چي په هغه مېلمستیا کي داسي کسان هم لېدل کېږي چي په ظاهري شکل متدین او نېکان لیدل کېږي .له نافع رضی الله تعالی عنه ځخه نقل شوی دی چي هغه فرمایې :سمع ابن عمر مزمارا، قال: فوضع أصبعيه على أذنيه، ونأى عن الطريق، وقال لي: يا نافع هل تسمع شيئا؟ قال: فقلت: لا ! قال: فرفع أصبعيه من أذنيه، وقال: كنت مع النبي صلى الله عليه وس� �م، فسمع مثل هذا! فصنع مثل هذا( رواه أبوداوود)عبد الله بن عمر رضي الله تعالی عنهما دشپون د شپېلۍ (دروی) آواز واورېدلو او ګوتي یې په غوږونو کي ونېولې او له لاري ځخه لېري ولاړ او ماته یې وویل چي : نافع ته څه آورې ، م اورته وویل چي نه زه څه نه آورم ، او بیا یې ګوتي له غوږونو لېري کړلې او ویې  فرمایل : چي زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ملګری وم هغه هم دا غږ واورېدلو او په همدغه  شان یې ګوتي په غوږونو کي ونېولې .يقول ابن عباس رضي الله عنه: الغناء ينبت النفاق في القلب كما ينبت الماء الزرع  . عبد الله بن عباس رضي الله تعالی عنهما فرمایې چي سندري ویل په زړه داسي نفاق ته وده ورکوي لکه اوبه چي کرهڼي ته وده ورکوي .أخرج ابن أبی الدنیا و البیهقي في شعبه عن بن مسعود قال : اذا رکب الرجل الدابة و لم یسم ردفه � �یطان فقال : تغنه فان کان لایحسن قال : تمنه . (روح المعاني)ابن مسعود رضي الله تعالی عنه فرمایې : کله چي یو سړی په خپله سوارلي سپور شي او د الله تعالی نوم یاد نکړي شیطان ور په څنګ شي او ورته ووایې : سندري وبوله که یې سندري ویل نه وو زده ورته ووایې : آرزو یې وساته . امام قرطبي رحمه الله تعالی فرمایې : چي زمونږ د امت د سلف صالحینو دا حالت وو چي د شپېلۍ له آواز ځخه یې هم غوږونه بندول چي معتدله موسېقي ده نو ددې عصر موسېقي به څه حکم ولري (الجامع لأحكام القرآن للقرطبي) .امام قرطبي (رح) خوډېرمخکي تېر شوی دی زمونږ سلف صالحینو رضوان الله تعالی عنهم اجمعین  که ددې شلم قرن د موسېقي حالت لېدلي وای چي په هرکور کي سېنماګاني لګېدلي دي او نه یواځي � �وازونه او نه یواځي موسیقي بلکه فلمونه او هغه هم هندي او غربي له اخلاقي معیارونو لوېدلي ډانسونه چي هر مذهب او تهذیب ورځخه کرکه کوي  تاسو قضاوت وکړۍ چي څه حکم به یې پرې کړی وای ؟  د موسیقي د تحریم په هکله نور هم مستند او صحیح احادیث رانقل شوي دي چي مونږ دلته په همدغو ذکرشویو حدیثونو ورځخه اکتفاء وکړه علماء کرامو رحمهم الله د مو سېقي او سندري ویلو په تحریم بشپړ کتابونه لیکلي دي چي پوره دلایل هلته ذکرشوي دي چي د هغوی � �ه جملې ځخه یو هم د ابن القیم (رح) د ((السماع)) په نوم یوه رساله ده چي په کتابتونونو کي یې موندلی شۍ .له موسېقي سره د سندرو ویلو په هکله د علماوو نظر :د مسلمانانو ستر خلیفه امېرالمومنین  عمر بن عبد العزيز رضى الله تعالى عنه فرمایې : د موسېقي پیل له شیطان ځخه دی او د الله تعالی په غضب پای ته رسېږي (غذاء الألباب) د امت د علماوو اجماع په دې رانقل شويده چي موسیقي او په موسېقي غږول شویو سندرو  او شعرونو ته غوږ نیول حرام دی چي د هغوی له جملې ځخه امام قرطبي او ابن الصلاح او ابن رجب الحنبلي رحمهم الله تعالی دي .امام ألوسي (رح) چي یو معتمد حنفي مفسر دی په خپل کتاب روح المعاني کي د سندرو ویلو په هکله مختلف اقوال او احادیث څېړلي دي چي که وژباړل شي یوه مستقله رساله جوړوي خوزه د هغې له مطالعي وروسته دې نتیجې ته ورسېدلم چي سندري ویل له ځینو موا قعو ځخه علاوه( لکه ودونه ، اخترونه . کوژدې او د مسافرینو د راتګ وخت )  مکروه تحریمي ده او د آورېدلو یې هم دا حکم دی چي مکروه تحریمي دی مسلمان باید خپل قیمتي وخت ور باندي ضایع نکړي او چاچي جواز ورکړی لکه ځیني د تصوف مدعیان د هغوی دلایل چي کله وکتل شول ددې وړ نه وو چي دلته یاد کړل شي ځکه چي کمزوري او بې بنیاده دلایل وو او پرته له دې چي لوستونکی په پرېشاني او تردید کي واچوي څه قناعت نه ور باندي حاصل کید� �و ځکه یې مونږ له راوړلو ځخه ډډه وکړه او ددې تحریم ددلایلو په ذکر کولو مو اکتفاء وکړه . امام قرطبي رحمة ال� �ه تعالی علیه فرمایې : موسېقي په کتاب الله او سنت نبوي سره منع  کړل شوي ده ، شپېلکۍ . رباب ، طنبور ، ډولکي ، دریا او نورو د موسېقي آلاتو ته چي په دې عصر کي نوي ایجاد شوي دي غوږ اېښودل حرام دی چي هیڅوک په کي اختلاف نلري او هیچا هم جواز نه دی ورکړی حرام خو ځکه دی چي د شراب څښونکیو ، بد فعلو او مفسدو انسانانو شعار دی  او هغه څ وک چي موسېقي غږوي او یا یې آوري  او یا موسېقي پېشه او هنروي په فاسق توب کي یې هیڅ شک نشته (الزواجر عن اقتراف الكبائر لابن حجر الهيثمي) .امام حسن البصري رحمة الله تعالی علیه فرمایې : که په ولېمه کي موسیقي او ساتېری وو د هغې ولیمې دعوت نشته یعني که مو دعوت کړي هم مه ورته حاضرېږۍ . (الجامع للقيرواني)نحاس رحمة الله تعالى عليه فرمایې :موسیقي په کتاب الله او سنت نبوی ممنوع ګرځولي شوي ده، امام طبري رحمة الله تعالی علیه فرمایې : ع� �ماء ټول په دې متفق دي چي موسیقي مکروه تحریمي ده او له هغې یې منع کړي ده ، امام أوزاعي رحمة الله تعالی علیه ف� �مایې :  چي هغي مېلمستیا ته مه ورځه چي په هغې کي ډول او د موسېقي آلات  غږول کېږي .امام ابن القیم رحمة ا� �له تعالی علیه د سندرو ویلو په هکله د أحنافو مذهب داسي بیانوي : د امام أبوحنیقه ملګرو په دې صراحت کړی دی چي ډول سورڼي او شپېلکۍ ته غوږ نیول حرام دی او معصیت دی چي  مرتکب یې فاسق دی او شهادت یې مردود دی  ، حتی چي ځینو خو یې آورېدل فسق ګڼلی دی او خوند ورباندي اخېستل یې کفر بللی دی ، له امام أبوحنیفه رحمة الله تعالی علیه ځخه نقل شوی دی چي هغه فرمایې : چي سرود له سترو ګناهونو ځخه ده چي پرېښودل یې فوراً واجب دی  ، له امام او قاضي أبویوسف رحمة الله تعالی علیه ځخه پوښتنه وشوه که یو څوک په یوه کور کي دننه سندري واوري څه به کوي ؟ هغه په جواب کي ورته وویل : چي بې له اجازې غوښتلو د وردننوځي او سندري د منع کړي  ځکه چي له منکر کار ځخه منع کول فرض دی .امام مالک رحمة الله تعالی علیه فرمایې : چي د سندرو ویلو په حرمت کي شک نشته او فاسقان خلګ سندري غږوي او د فاسق حکم دادی چي ګواهي یې نه قبلېږي اود مسلمانانو خواص به یې جنازې ته نه ورځي بلکه عام خلګ به د جنازې لمونځ ورکوي ( تفسیر القرطبي) . د شوافعو په مذهب کي له موسېقي سره سندري ویل حرام کار دی او له امام شافعي رحمة الله تعالی علیه ځخه یو چا د سندرو ویلو په هکله پوښتنه وکړه هغه په ځواب کي ورته وویل : له موسېقي سره سندري ویل په عراق کي ړومبی هغه چا پیل کړې چي (زنادق) یعني له اسلام ځخه اوښتي وو تر څو خلګ د الله تعالی له یاد او له لمانځه ځخه مشغول او غافل وساتي .   (الزواجر عن اقتراف الكبائر)د امام أحمد بن حنبل رحمة الله تعالی علیه د م� �هب په هکله ابن القیم (رح) وایې چي عبد الله د امام أحمد بن حنبل (رح) ځوی وایې چي ما له خپله پلاره د سندرو ویلو په هکله پوښتنه وکړه هغه په ځواب کي راته وویل چي موسېقي په زړه کي نفاق ته وده ورکوي او ماته خوند نه راکوي  او بیایې د امام مالک قول بیان کړ چي له موسېقي سره سندري ویل د فاسقانو خوی دی  ، امام أحمد (رح) په دې صراحت کړی دی چي که د موسیقي آلات لوڅ او ښکاره وي او امکان ولري ضرور یې مات کړۍ (اغاثة اللهفان) .شیخ الاسلام ابن تیمیة (رح) فرمایې : چي د اهل السنة والجماعة څلور مذهبونه په دې متفق دي چي له موسېقي سره سندري ویل  حرام کار دی او تر شرابو زیات انسانان خرابوي (مجموعة الفتاوی)خو ځیني ځایونه ور ځخه مستثنی دي:په اخترونو او په ودونو کي د ښځو لپاره بې شرنګوونو ، بې ډوله او بې دریابه جواز لري  چي فسق په کي نه وي او حجاب په کي مراعات شي شیخ الاسلام ابن تیمیة (رح) فرمایې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې اجازه ورکړي ده چي ښځي د په ودونو او خوشالیو کي دریا ووهي خو د نارینه وو په هکله هیڅ ډول نقل نه دی شوی هغه دد لیل په توګه دا حدیث نقل کوي :عن عائشة رضي الله عنها أنها قالت :  دخل علي أبو بكر وعندي جاريتان من جواري الأنصار تغنيان بما تقاولت به الأنصار في يوم بعاث قالت وليستا بمغنيتين فقال أبو بكر أبمزمور الشيطان في بيت النبي صلى الله عليه وسلم وذلك في يوم عيد الفطر فقال النبي صلى الله عليه وسلم يا أبا بكر إن لكل قوم عيدا وه� �ا عيدنا (صحيح ابن ماجه)عایشة رضي الله تعالی عنها فرمایې : چي د هغې پلار أبوبکر (رض) راننووت او له ماس� �ه دوه نجوني وې چي هغوی هغه سندري یې ویلې چي انصارو به د بعاث په ورځ ویلې خو سندرغاړي نه وې ابوبکر (رض) ورته وویل چي  :  تاسود الله تعالی د رسول په کور کي او هغه هم بیا د وړوکي اختر په ورځ د شیطان غاړي غږ وۍ؟   رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل چي اې ابابکره ؛ د هر قوم یوه د خوشالي ورځ وي او دانن زمونږ (مسلمانانو) د خوشالي ورځ ده ( مقصد داچي مه یې ترټه) . خودادموسېقي دجوازلپاره دلیل نه شي ګرزېدلای ځکه چي خب� �ه سپېنه اوفرق ښکاره دی،  همدغو نجونو چي کومي سندري ویلې هماغه سندري وې چي د عربو غیرت ، شجاعت او په جګړو کي د هغوی مېړانه په کي یاده شوي او دوی وړې نابالغي نجوني وې  او ابن الجوزي (رح) وایې چي عائشه رضي الله تعا� �ى عنها هم په دې وخت کي لا وړه وه  او چي کله ستره شوه بیا دداسي کومي واقعې نقل نه دی ځیني شوی  او دادی د هغې وراره القاسم بن محمد (رض) د سندرو ویلو بد بیانوي او هغه ښه نه ګڼي او علم یې له هغې ځخه لاس ته راوړی وو(م دارج السالکین) .د هغو اسلامي ترانو حکم  چي موسیقي نه وي ورسره غږول شوي : له رسول الله صلي الله ع� �يه وسلم او د هغه له اصحاب كرامو رضوان الله عليهم ځخه صحیح نقل شوی دی چي هغوی هم په خپله شعرونه ویلي دي او هم یې آورېدلي دي او هم یې شاعرانو ته د شعر دجوړولو امر کړی دی هغوی په اقامت او په سفر کي په خپلو محفلونو او د کار په ځایونو کي شعرونه وییلي دي   په انفرادي شکل لکه حسان بن ثابت او عامر بن الأکوع او انجشة رضي الله تعالی عنهم  او اجتماعي شکل لکه أنس رضي الله تعالی عنه چي روایت کوي چي خندق په غزوه کي چي کله د مسلم انانو ستوماني او لوږه تر حد واوښتله رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : اللهم لا عيش إلا عيش الآخرة    ٭٭٭٭٭    فاغفر للأنصار والمهاجرةاې الله  پاکه د آخرت له ژوند ځخه پرته بل ژوند نشته أنصارو او مهاجرینو ته بښنه وکړې . صحابه کرامو چي د خندق په کینلوبوخت وو په اجتماعي شکل دا � �اندي شعر په ځواب کي ور غبرګ کړ:نحن الذين بايعوا محمدا   ٭٭٭٭٭    على الجهاد ما بقينا أبدامونږ هغه څوک یو چي له محمد (ص) سره مو په جهاد کولو بیعت کړی دی او کله هم نه پاته او شاته کېږ و . (البخاري)ابن ابي شیبة (رح) په خپل مصنف کي لیکي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحابو کله ناکله په خپلو محفلونو او مجالسو کي بیت بازي او شعري مقابلې کولي  او سندري به یې ویلې چي په هغوکي به یې اسلام ستایلو او د جاهلیت غیندنه به یې کوله .دا ذکرشوي روایتونه دا جوته کوي چي  هغه ترانې ، سندري او شعرونه  چي په کي فسق ، فحش ویل او شهوت انګېزه خبري او غاړي نه وي په ښه صوت او لوړ آواز سره ویل روادي که په انفرادي شکل وي او که په اجنماعي شکل وي  خو څه ضوابط لري چي علماوو ټاکلي دي اوهغه باید مراعات کړل شي او هغه د ترانو او شع� �ونو ویلو په وخت د موسېقي د آلاتو نه استعمالول او دومره زیات هم نه ورباندي مشغول کېدل چي هغه د مسلمان عادت وګرځي او خپل قیمتي وخت ورباندي ضایع کړي او فرایض او واجبات  د شعر او سندرو ویلو په وجه ورځخه پاته شي ، او بل دا چي د ښځو په آواز سره نه وي ، او بل دا چي په حرامو او نالایقو کلماتو او مفاهیمو باندي مشتمل نه وي او بل دا چي د ډمانو (هنرمندانو) سندروته ورته نه وي او بل دا چي غږ اړوونکي وسایلو ځخه پکي کار ونه اخېستل شي چي آواز ته د موسیقي بڼه ورکړي او په داسي غږ سره هم باید نه وي چي د سندرو په شان آورېدونکی مست کړي .موسېقي ځیني اث� �ات لرې چي آورېدونکی یې ور باندي متأثر کېږي  ، یو داچي د مسلمان په زړه کي نفاق ته داسي وده ورکوي لکه اوبه چي کروندې ته وده ورکوي  ، زړه مصروف ساتي او د قرآنکریم له فهم او تدبر او په هغه باندي له عمل کولوځخه یې � �اګرځوي  ،  او قرآنکریم او موسېقي په یوه زړه کي نه سره یوځاي کېږي دا ځکه چي قرآنکریم انسان د نفساني غوښتنو له اتباع ځخه راګرځوي ، په عفت او حیاء امر کوي او انسان له حیواني شهواتو ، او ګمراهي او د شیطان له پی� �وي ځخه منع کوي او موسېقي ددې سرچپه انسان ګمراهي ته د نفس او شیطان اتباع او شهواتواو هر بد عمل  ته ور بولي موسیقي او شراب دواړه یو د بل انډول دي او مشترک خواص لري . ځیني قیودات چي باید د سندرو په غږولو کي باید مراعات کړل شي :تر هر څه د مخه باید خپل قیمتي وخت په سندرو غږولو تلف نکړو او که بیا کله د تطییب نفس لپاره مو د سندرو غږولو ته ضرورت شونو باید لاندي ټکي په پام کي ونېسو۱- سندري باید اسلامي مح تویات ولري لکه نعتونه ، اسلامي ترانې ، د پښتنو تاریخي کارنامې، د اسلامي شخصیتونو او شهېدانو خاطرې او داسي نور که موسېقي نه وي ورسره غوره کار دی او که موسیقي ورسره وي باید د سندرو په شکل موسیقي نه وي . ۲-هغه سندري چي مونږ یې آورو باید د هغه محتوا د اسلام له آدابو سره په اخلاقي لحاظ سمه وي  بنګړي ، سپېني مټي پکي نه وي .۳- هره هغه سندره چي محتویات یې غیر اسلامي وي زیات نقصانونه لري د وخت نقصان د مال نقصان او د بدن او زړه نقصان چي اسلام د انسان لپاره ضرر نه خوښوي .۴-هغه سندري چي ظالمان ، فاسقان د وخت واکمان او حاکمان په کي ستایل کېږي هم د اسلامي تعلیماتو خلاف دي ځکه اسلام په ظالمانو او د هغوی په مرستیالانو لعنت وییلی دی .۵- سندري باید ښځینه سندرغاړي نه وي ویلي ځکه چي هغه فساد خپروي او د احنافو په نزد خو د ښځي صوت او غږ عورت دی چي ستر یې د هغې د بدن په شان واجب دی .۶-سندره په داسي شکل ویلي شوي چي په آواز او حرکاتو کي د فساد لورته تمایل نه وي کومي سندري چي د لب ولهجې او یا موسیقي له پلوه  حیوانیت پاروونکي او شهوت انګېزه وي په حرمت کي یې هیڅ شک نشته ولو که یې محتویات اخلاقي وي .۷-بل داچي د سندرو محفل داسي نه وي چي شرعي محظورات په کي وجود ولري لکه د نارینه وو او ښځو اختلاط او بې پردګي او یا د هلکانو ناچ او یا د شرابو څښل .۸-یوه خبره  دلته د علامه یوسف القرضاوي له فتوا ځخه ژباړم هغه وایې : چي په تېرو وختونو کي سندرو ته غوږ نیول د موسیقي محفلونو ته ورتګ غوښتلو چي هغه محفلونه به ډېر لږ له شرعي منکراتو ځخه خالي وو او ضرور به په هغه محفل یو داسي منکر وجود درلودلو چي ش� �یعت ور باندي ګوت نیونه کړي وای خو نن انسان کولای شي له خپلو خپلوانو او له محافلو ځخه لري سندري واوري چي دا د سندرو ویلو په هکله څه تخفیف افاده کوي خو هم ذکر شوي ضوابط باید په پام کي تل  ونیول شي . ۹- په اخیر کي له هغو وروڼو ځخه چي الله تعالې ښکلی صوت او غږ ورکړی هیله کېږي چي د موجوده حرامو سندرو او فیلمي ډانسونو خلاء  په پاکو اسلامي ترانو داسي ډکه کړي چي هم د مسلمان آورېدونکي تنده ماته کړي او هم یې اسلامي روحیه ژوندۍ وساتي ددې لپاره زمونږ مسلمان اهل استطاعت طبقې ته په کار دی چي اسلامي ستودیوګاني جوړي کړي او ښکلي غږونه په کي می� �مانه کړي او د موجوده سندرو نعم البدل ټولني ته  وړاندي کړي تر څو دا مورچه هم تشه او بې دفاع پاته نشي او اسلامي تراني صحابه کرامو هم په انفرادي او اجتماعي شکل وییلي دي روایات موجود دی او په موجوده عصر کي دا یو ستر خدمت دی چي باید ورته توجه وشي .په پای کي له ټولو مسلمانانو وروڼو ځخه هیله کېږي چي خپل قیمتي ژوند د م وسېقي په آورېدلو او غږولو ضایع نکړي دا ژوند ډېر لږ او محدود وخت دی له هغه ځخه په کار ده ستره ګټه واخېستله شي چي هغه مونږ بایدپه دنیاکي زمونږ مسلمانو وروڼو او اسلام ته د خدمت مصدر وګرځو او هم د آخرت د ابدي او دایمي ژوند لپاره په کي څوری برابر کړو،  الله تعالی د مونږ ټولوته د نېکو کارونو توفیق راپه برخه کړي . (آمېن) و صلی الله تعالی علی سیدنا محمد وآله وصحبه وسلم و آخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمین .  ",د موسېقي په هکله د اسلام درېځ 4456,شهباز وردګ," شهباز وردګ له ټولو افغاني ټلویزیوني شبکو څخه ګیله عادلانه نه بريښي د خپلواکۍ له ورځې وروسته په ټول افغان ویبپاڼه کې د غوث الدین فروتن یوه ليکنه (د افغانستان د خپلواکۍ اووه اتیایمه کليزه او د افغاني ټلویزیوني شبکو بې پروایي) تر سرلیک لاندې خپره شوه، لیکنه مې چې لوسته په کرونولوژیک ډول د خپلواکۍ د ورځې په اړه د افغاني ټ� �ویزیونونو پرتله کول وو له یوه بهرني چینل خیبر سره، لیکوال په خپله لیکنه کې دا څرګنده کړې وه چې افغاني ټ� �ویزیوني شبکو په داسې له ویاړه ډکه ورځ خپل رسالت نه وو ترسره کړﺉ. په دې برخه کې زه هم د لیکوال له نظر سره م وافق یم، خو دا هم مناسبه نه بولم چې ټولو افغاني شبکو ته دې په یوه نظر وکتل شي، ځکه له هر څه د مخه له ملي ټ� �ویزیون څخه تردې هم ډېره تمه کېده چې دداسې ورځې لپاره یې له ډېر پخوا څخه تیاری نیولی وای او په دې ورځ یې تر ټولو � �بکو ښکلې او په زړه پورې خپرونې کړې وای، خو له بده مرغه چې داسې یې نه ووکړي.دا چې لیکوال د خیبر د خپرونو توصیف کړی و، واقعا خیبر دا یو ډېر نیک ګام پورته کړی او د پولې د دواړو خواوو د ملتونو د ګډ احساس څرګندونه یې کړې ده. پښتني متل او که دعا ده ( دوی چې په موږ پورې وکتل، خدای دې په دوی پورې وګوري او یاهم هغه چې موږ درنوي خدای دې دوی هم درانه کړي).رښتیا هم په افغاني چینلونو کې به داسې بې احساسه شبکې هم وې چې دې ورځې ته به یې ډېره کمه پامل� �نه کړې وي، خو هغه شبکې په خپلو نورو خپرونو کې هم نه ملي ټرمینالوژي کاروي او نه هم په واحد افغانستان عقیده � �ري. د هغوی کړنې د افغانستان دولت، پارلمان او عام ملت ته په پوره ډول څرګندې او ښکاره دي. خو په افغاني چین� �ونو کې داسې شبکه هم وه چې د خپلواکۍ د ورځې په افتخار یې د اورلوبو نوښت وروسته له دېرشو کلونو څخه بیا را ژوندی کړ او له خپلې ټلویزیوني شبکې څخه یې په مستقیم ډول خپراوه، د کابل  اسمان د اور بڅرو روښانه کړی وو، چې جګړه ځپلي ښار ته یې د جنګ د اور په ځای د خوشالۍ پیغام لېږداوه. همدغې شبکې د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت یوه ورځ مخکې د ځانګړو خپرونو په لړۍ پیل وکړ، د اسد په ۲۸ مه یې د جشن ټول مراسم په ژوندي ډول خپاره کړل، د استاد خلیل الله خ� �یلي د (آخرین سوار) تر عنوان لاندې شعر چې د ډاکټر برایډن په اړه یې لیکلی دی په تصویري ډول خپور شو، د میوند، خپلواکۍ او ملالې په اړه پښتو لنډۍ په تصویري ډول جوړې شوې وې، څو څو ځله له همدې شبکې څخه خپرې شوې. (امان الله خان او د خپلواکۍ لپاره هڅې) تر سرلیک لاندې  یو ساعته ګردی مېز هم د همدې شبکې لخواجوړ او خپور شو. میهني م وسیقي یې د پروګرامو واټن ور لنډاوه. په ملي او بین المللي چینلونو باندې همدا ډول خپرونو دوام درلود. د افغانانو، مشرانو او نورو په غږونو کې ثبت شوي پیغامونه هم نېغ په نېغه خپاره شول. په پېښور کې د خپلواکۍ د مراسم و بشپړ راپورتاژ خپور شو، د خپلواکۍ په اړه دا خپرونې د اسد له ۲۸ مې څخه تر اوسه جریان لري، وروسته په کندهار کې د خپلواکۍ په اړه د جشن مراسم خپاره شول، نن به هم له نورستان څخه د همدغه مراسمو بشپړ تصویري راپور خپور � �ي، همداراز دې لړۍ په دوام کې به په کوټه کې د افغانستان د خپلواکۍ د مراسمو تصویري راپور خپور شي، دا ټول پروګ� �امونه نه یوازې د افغانستان ملت لیدل، بلکې په بین المللي چینل باندې په نړۍ کې افغانانو هم لیدل. دا د اریانا � �اډیو ټلویزیون شبکه ده، چې په دې مناسبت یې پورتنۍ هڅې کړې دي. که د یوه شخصي ټلویزیوني شبکې له دومره هڅو څخه سترګې پټې کړو او یا اریانا ټلویزیون ته هم دداسې شبکې په سترګه وګورو چې د خپلواکۍ په مناسبت بې پروا وه، قضاوت به مو منصفانه نه وي بلکې یوازې په احساساتو ولاړ قضاوت به شوی وي. لیکوال چې خیبر نمونه ګرځولی او افغاني شبکو ته یې له هغوی څخه د زده کړې توصیه کړې، د ده  دا توصیه طلوع او ملي ټلویزیون ته پرځای ده، خو اریانا او شمشاد ټلویزیون تر خپله وسه ددې ورځې لمانځنه کړې. دوی ته لا نورې بریاوې غواړو! ",دافغانستان تلويزيوني شبکې اودخپلواکۍجشن 4457,," نواب اكبر بكټي د پاكستاني پوځ له خوا د عملياتو په نتيجه كي ووژل سو، دا خبره د پاكستان د اطلاعات او كلتور وزير محمدعلي دراني د بي بي سي راډيو اردو څانګي ته په يوه مركه كي څرګنده كړه.نواب اكبر بكټي چي د بلوڅي جنګياليو مشري ورترغاړه وه، په بلوچستان ايالت كي له څه كم دووكالو راهيسي له پاكستاني حكومت سره په جګړه اخته وو، نوموړي له مركزي حكومت څخه د بلوڅانو د حقونو غوښتنه كول. او له څو مياشتو راهيسي يې د ډېره بكټي په غرونو كي ژوند كاوه. ويل كېږي چي په دې عملياتو كي د نوموړي دوه لمسيان هم وژل سوي دي.  پاكستاني چارواكو پر ده باندي تور لګاوه، چي له هندوستان او افغانستان څخه پوځي مرستي ترلاسه كوي او بيا يې د مركزي حكومت پر ضد كا� �وي. ",د بلوڅي جنګياليو مشر نواب اكبر بكټي ووژل سو 4458, قدوسي سلیمانخېل," اعمل بعلمي وإن قصّرت في عم� �ي                ٭٭٭٭٭٭        ينفعك علمي ولا يضررك تقصيري كه څه هم زه په خپل علم باندي په عمل کولوكي كمزورۍ يم خو په هغو معلوماتو چي ما وړاندي كړي دي عمل ْوكړه ځما معلومات به ګټه درته ْورسوي او ځما كوتاهي او نیمګړتیا تاته څه نقصان نه رسوي. ټولنه يا اجتماع د افرادو يوې مجموعې ته وائي يعني ټولنه له اف� �ادو ځخه جوړه او مركبه ده او هر فرد او يا وګړۍ د ټولني په جوړښت كي ځانګړی رول لوبوي كه د يوې ټولني افراد نيكان، صالحين ، متدين، مخلص، بااحساسه ، بااخلاقه او پرهيزګاره انسانان وي هغه ټولنه هم هوسا نيكمرغه ، خوشاله، درنه او وزن داره ټولنه وي او دالله تعالى د رحمت په سيوري كي وي او كه بالعكس د يوې ټولني افراد بد اخلاقه، بي مسئوليته ، بي ايمانه، خداناترسه، منافق مزاجه،او بيدينه كسان وي نو هرو مرو به هغه ټولنه بدم� �غه، سپكه او بي وزنه وي او دالله تعالى له رحمت ځخه به محرومه وي . زمونږ مقدس دين اسلام د انساني ټولني د دائمي دنيوي او اخروي سعادت او نيكمرغي د فلاح او كاميابي يو الهي پيغام او زيری دي اسلام د انساني ټولني او افرادو داجتماعي اوانفرادي ژوند د سمبالولو لپاره هغه معياري منل شوي اصول لري چي ورته مثال ئي په نورو نظ� �ياتو افكارو او اديانو كي نه ليدل كيږي هم دا وجه ده چي هر چيرته په دنيا كي چي كوم غير مسلم ليكوالان داخلاقو او يا انساني روش په هكله څه ليكي د هغوي د څېړنو سرچينه اسلامي موارد وي دا بيله خبره ده چي مونږ له دې خپل دين ځخه په كومه اندازه فاصله لرو او څومره ځيني مستفيد يو اوس چي مونږ دې دين ته منسوب افراد يعني مسلمانان په كومو رنځونو او اجتماعي بدمرغيو اخته يو دا ددې مذهب نقص نه دي دا زموږ بد مرغي ده د مثال په توګه كه رنځور د ډاكټر پيشنهاد شوي درمل د هغه له هداياتو سره سم نه خوري دا د دوا او يادرمل او يا معالج كمزوري نه ده دا درنځور عيب دي چي هغه له دوا ځخه د خپلي معالجې لپاره كار نه اّخلي دوا كه هرڅومره بيش بها او ديوې معتمدشرکت یا کمپنۍ وي خو تر څو چي ئي رنځور ْونه خوري ددې دوا كه هر څومره تعريف ْوشي رنځور ته ئي فائده نه رسيږي او ډاكټر كه هر څومره لوي متخصص ، تجربه کار او مشهور معالج وي او بين المللي شهادتنامې ْولري خو چي رنځور ئي هداياتو ته غوږ نه نيسي او په هداياتو ئي عمل نه كوي د ډاكټر په شهرت او شهادتنامو ئي رنځ نه كمېږي او نه ختمېدای شي په همدې شكل زمونږ د انفرادي او اجتماعي اخلاقي ناروغيو او هرقسم روحاني رنځونو علاج او درملنه د قراّنكريم او سنت نبوي او د صحابه کرامو د سېرت په درملتون كي شته كه مونږ په ريښتوني معنا ْوغواړوچي له دي رنځونو ځخه جوړ شو او يا زمونږ د رنځونو تشخيص ْوشي بايد همدغه نسخي په خپل عملي ژوند كي پياده كړو او كوم پرهيز چي مونږ ته راښیي هغه په پام كي ْونيسو او ځان ځيني ْوساتو په هغه صورت كي به زمونږ رنځونه ختم او پريشاني به مو وركي شي اود خفګان ځاي به خوشالي او د وحشت ځاي به مينه او محبت ْونيسي او هغه نيكمرغي او پيوستون چي په اوسني وخت کي زمونږ عنقا ده بيرته به زمونږ ځالو ته راْوګرزي. په همدي شكل دهغه چا هم جدي مراقبت ْوكړو څوك چي زمونږ تر څپیړه لاندي دي او يا مونږ د هغوي مسئوليت په غاړه لرواو د قيامت په ورځ به الله تعالى له مونږ ځخه د هغوي د كړووړو پوښتنه كوي اود هغوي بنيادي اصلاح په دې منظور پيل كړو چي راتلونكی نسل روغ او صالح نسل شي چي هم په دنيا كي زمونږ سرلوړي وي او هم په اخروي دائمي ژوندكي زمونږ لپاره خير باقي شي ان شاءالله تعالى. كوم اخلاقي رنځونه چي زمونږ په مینځ کي وجود لري او زموږ په ورځني راشه درشه کي یې رېښې غزولي دي هغه په احاديثو كي هم د رنځونو په نامه يادي شوي دي الله تعالى هم دا بيماري بللي دي فرمائي: في قلوبهم مرض  د هغوی یعني منافقینو په زړونو کي رنځ دی . په حديث شريف كي راغلي دي عن أبي هريرة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم سيصيب أمتي داء الأمم قالوا وما داء الأمم؟ قال الأشر والبطر والتكاثر والتنافس في الدنيا والتباعد والتحاسد حتى يكون البغي ثم الهرج (المستدرك على الصحيحين)نژدې ده چي ْوبه رسېږي زما امت ته د تيرو امتونو رنځ صحابه ْوو پوښتنه ْوكړه چي د تيرو قومونو رنځ څه ْوو؟ (ص) ْوفرمايل: حرص او تكبر او ددنيا ډېرول او د هغې په لاس ته � �اوړلو كي يو له بل سره سيالي كول او د تجاوز او تېري تر حده پوري يو له بل ځخه لېري كيدل او حسد كول چي انجام به ئي لويه فتنه وي. دا اخلاقي رنځونه به مونږ حتې المقدور هریو بېل بېل په راتلونکو بحثونو کي وڅېړو تر څو یې اسباب او عوامل په ګوته کړو او هم به یې انشاء الله تعالی د علاج او درملني نسخې د اسلام له درملتون ځخه را وباسو او ګرانو لوستونکیو ته به یې وړاندي کړو امېد دې چي مفید او ګټور به ثابت شي  الله تعالى ته د خپلي بيوسي لاس پورته كوو چي هغه مونږ ته زمونږ د زړونو او نيتونو او اعمالو د اصلاح توفيق راكړي  . ",اخلاقي نېمګړتیاوي یا رنځونه 4459, قدوسي سلیمانخېل,"  که مونږ په ریښتیني معنا وغواړو چي زم ونږ ټولنه نېکمرغه شي نو ضروري ده چي افراد یې نیکان شي او دا کار مونږ له خپل ځان ځخه پیل کولای شو کله چي مونږ صالح شو بیا بل هم د نېکي لورته را بللی شو ددې لپاره ورځنۍ ذاتي محاسبې ته اړتیا ده په دې اساس مونږ ته په كارده چي هره ورځ يو څه وخت د خپل ځان د محاسبې لپاره بېل كړو چي په هغه كي د خپلو روزمره اعمالو جائزه واخلواو ددي � �پاره غوره وخت د ماخوستن د لمانځه ځخه وروسته تروېده كيدلو مخكي دی ، دتېري ورځي نيك اعمال او ګـناهونه يو له بل سره مقايسه كړو، كوم نيك كارونه چي مو كړي دي په هغه د الله تعالى شكر اداكړو چي هغه ددې نيكو كارونوتوفيق � �اكړ او كوم ګناهونه يا غلطياني چي له مونږ ځخه شوي دي په هغه توبه ْوباسو او له الله تعالى ځخه بښنه او مغفرت ْوغواړو , هسي هم مونږ ته سبا ( اقرء کتابک ) زمونږ د اعمالو دفتر تسلیمېدونکی دی که مونږ په دې کار کي جدي یو داهرڅه بايدپه يوه راجستر کي له ځان سره نوټ كړو په همدي شكل د راتلونكي ورځي لپاره د نيكو اعما� �و يوه ايجنډا د ځان لپاره تیاره کړو او دا عمل بايد دائمي ْوكړو دا كار به له مونږ سره زمونږ په اصلاح كي زيات مْوثر ثابت شي او نيكان خلګ او د الله تعالى دوستان دا كاركوي.الله تعالى فرمائي : ياأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللَّهَ وَلْتَنظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ وَاتَّقُواْ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ * اې د ايمان خاوندانو له الله تعالى ځخه وْويريږۍ اوْودګوري هر نفس چي څه ئي وړاندي كړي دي دسبا ورځي لپاره او وْويريږئ له الله تعالى ځخه په ريښتيا چي الله تعالى ښه خبر دي په هغه څه چي تا سو ئي كوۍ .بل ځای الله تعالى فرمائي : وَمَا تُقَدِّمُواْ لأَنْفُسِكُم مِّنْ خَيْرٍ تَجِدُوهُ عِندَ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ* كوم نيك اعمال چي تاسو د خپلو ځانونو � �پاره وړاندي كوئ هغه به تاسو دالله تعالى په نزد مومئ په ريښتياسره چي الله تعالى ستاسو دكردار كتونكئ او� �يدونكئ دئ. عن شَدَّادِ بنِ أَوْسٍ ، عنْ النبيِّ قَالَ: الْكَيِّسُ مَنْ دَانَ نَفْسَهُ وَعَمِلَ لِمَا بَعْدَ المَوْتِ، وَالعَاجِزُ مَنْ أَتْبَعَ نَفْسَهُ هَوَاهَا وَتَمنَّى عَلَى الله. (ابن ماجة والت� �مذي و غيرهما)له شداد بن اوس رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل : زيرك او هوښيار هغه څوك دي چي له ځان سره ئي محاسبه ْوكړه او له مرګ ځخـه وروسته د راتلونكي ژوند لپاره ئي تياري ْوكړه او بيوسه او كمزوري هغه څوك دي چي د نفس دغوښتنو پـيروي كوي او د الله تعالى رحمت ته ئي ډډه لګولي وي . وَيُرْوَى عنْ عُمَرَ بنِ الْخَطَّابِ قَالَ: حَاسِبُوا أَنْفُسَكُمْ قَبْلَ أَنْ تُحَاسَبُوا وَتَأهبوا لِلْعَرْضِ الأَكْبَرِ وَإِنَّمَا يَخِفُّ الْحَسَابُ يَوْمَ القِيَامَةِ عَلَى مَنْ حَاسَبَ نَفْسَهُ في الدُّنْيَا . (ابن كثير وغيره)له عمر بن الخطاب رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي هغه ْوفرم ايل : له خپلو ځانونو سره په دنياكي حساب ْوكړئ مخكي له دې چي له تاسوسره په اّخرت كي حساب ْوكړل شي ، او تياري ْوكړي د الله تعالى حضورته دلوئي وړاندي کېدلو لپاره او په ريښتيا چي د قيامت په ورځ به حساب د هغه چا لپاره سپك اواسانه وي چاچي په دنيا كي له ځان سره حساب كړی وي . وأخرج ابن أبي شيبة وأبو نعيم في الحلية عن ميمون بن مهران قال لا يكون الرجل من المتقين حتى يحاسب نفسه أشد من محاسبة شريكه حتى يعلم من أين مطعمه ومن أين ملبسه (الدرالمنثور)له ميمون بن مهران (رح) ځخه روايت دي چي هغه ْوفرمايل : بنده تر هغه وخته پوري د تقوى څښتن نشي جوړېدلای ترڅو چي له ځان سره داسي حساب ْونكړي لكه يو څوك چي له خپل شريك سره د خوراك اوجامې ح ساب كوي . او خپل ځان خو هرچاته ښه معلوم ده او خپلي نيمګړتياوي هرڅوك ښه پيژني الله تعالى فرمائي بل ا� �انسان على نفسه بصيرة ٭انسان خپل ځان ډېرښه ويني . له د باندي ځخه كوم واعظ او يا معاتب ته ضرورت نلري كه دا محاسبه يو څوك له ځان سره په دائمي شكل ْوكړي نو بيا به ورته معلومه شي چي د الله تعالى په حقوقو او له بندګانو سره په معاملاتو كي د هغه كوم نواقص موجود دي او څوك چي خپل داخلي احساس او ضميرئي ملامت نكړي په هغه بهرني م ْوثرات او خارجي فشار هم بياكومه اغيزه نشي كولای ",دخپل ځان د اصلاح لپاره غوره لاره محاسبه ده 4460, قدوسي سلیمانخېل," اخلاق هغو انساني تصرفاتو ته ْويل كيږي چي له يوه انسان ځخه دنورو په مقابل كي بي له تكلفه پېښېږي دا تصرفات كه ستائيلي وي او نور خلګ ئي ښه ْوبولي او يا د يو قوم په اجتماعي كلتور كي ښه ګڼل شوي وي ښه اخلاق ْورته وائي او كه بالعكس دا تصرفات مذموم او غيندلي وي او خلګ ئي ښه ْونه بولي او يا ديوه قوم په رسم ورواج كي ښه نه وي ګڼل شوي هغه ته بد اخلاق وائي او دا د ثقافتونو د اخت� �اف په وجه په هره ټولنه كي ځانګړي مفاهيم او مدلولات لري خو په مسلمانانو كي كه هغوي د هر ثقافت او كلتور سره تعلق ْولري د اخلاقو مفهوم په دې بنياد يو دي چي دلته اخلاق له مذهب سره مستقيم تماس لري په اسلام كي ښه اخلاق هغو كړو وړو ته وائي چي هغه داسلام له اصولو سره موافق اود اسلام له هداياتو ځخه ئي سرچينه اّخيستي وي او بد اخلاق په اسلام كي هغه تصرفات او يا له هغه قول وفعل ځخه عبارت دي چي هغه اسلام حرام بللي دي او مسلمانان ئي له هغه ځخه منع كړي وي هغه څوك نيكمرغه او بختور دي چي هغه د ښو اخلاقو په زيور ښائسته وي او بد مرغه هغه څوك دي چي الله تعالى له دي نعمت ځخه محروم كړي وي . د اسلام دښمنان هروخت ددې لپاره سنجيده پلانونه لري چي په ټولو مم كنو وسائلوسره ْوكولاي شي مسلمانان له خپل دين ځخه لېري كري او د هغوي اسلامي تشخص چي د هغوي په اخلاقو كي تم ثيل شوي دي له مينځه يوسي د هغوي مشران (لكه زوئيمر) په ځينو تاريخي سيمنارونو كي دي نتيجي ته رسيدلي دي او وایي چي زمونږ ددعوت او تبلیغ هدف باید دا نه وي چي يو مسلمان د مسيحي او يا يهودي شي او نه مونږ بايد كله هم دا توقع ْوساتو خو زمونږ لپاره دا هم يوه لويه كاميابي ده چي له هغوي ځخه اسلامي تشخص لري كړو اخلاق ئي فاسد كړو د اخلاقي فساد په وجه به په نهاية الامر كي هغوي بيدينه شي او خپل مذهب به پرېږدي يا به لا دين شي او دا زمونږ � �پاره كفايت كوي او يا به زمونږ مذهب ته غاړه كيږدي او يهود او نصارى ددي لپاره په جهاني سطحه ددولتونو او تنظيمونو او افرادو په سطحه هركال زياتي پانګي اچوني كوي هغوي اوس هم زمونږ كورونوته دننه په مستقيم او غير مستقيم طور لاره موندلي دي خو زمونږ ْورته هيڅ پاملرنه نشته په دي اساس دې ته زياته توجه په كار دي چي د مسلم ان قوم پيژندنه په اخلاقو باندي ده كه كله هم زمونږ اخلاق لوټ شول نو بايد په دي پوه شو چي هرڅه موخدا ناكرده ْوبايلل . هغه څوك چي ښه اخلاق ْولري هغه د الله تعالى هم خوښ وي او د الله تعالى د بندګانو هم خوښ وي اوپه اسلامي ټولنه كي هم د عزت مقام لري او د يوچا چي اخلاق فاسد او بد وي هغه د الله تعالى هم بد هيسي او د الله تعالى د بندګانو هم نفرت او كركه ځېني كيږي او په ټولنه كي هم سپك وي او هيڅوك ئي هم ښه نه هيسوي او عزت نلري.. زمونږ لپاره زمونږ ګران پيغمبر رسول الله صلى الله عليه وسلم د ښو اخلاقو معياردي هغه په ډيرو عالي اخلاقو متصف انسان ْو. الله تعالى هغه ته په قراّنكريم كي خطاب كوي او فرمائي: ( وانك لعلى خلق عظيم ) په ريښتيا سره ته په لو يو ښو خويونو موصوف ئي. بل ځاي الله تعالى په قراّن عظيم الشان كي فرمائي:  (لقد كان لكم في رسول الله اسوه حسنه )په ريښتيا سره چي ستاسولپاره په رسول الله صلى الله عليه وسلم كي د ښو اخلاقو راهنمائي او نمونه وه او ده. عن أبي الدرداء قال سألت عائشة عن خلق رسول ال� �ه صلى الله عليه وسلم فقالت كان خلقه القرآن يرضى لرضاه ويسخط لسخطه (الدر المنثور عن البيهقي)له ابو الدرداء رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي فرمائي چي ما له له أم المْومنين عائشهْ صديقه رضي الله تعالى عنها ځخه د رسول الله صلى الله عليه وسلم د اخلاقو په هكله پوښتنه ْوكړه هغي په جواب كي ْوفرمايل: چي د هغه مبارك اخلاق قراّن كريم ْوو چي په كوم كار به الله تعالى راضي كيدلو په هغه كار رسول الله صلى الله عليه وسلم هم خو� �اله كيدلو او په كوم كار چي به الله تعالى ناراض كيدلو رسول الله صلى الله عليه وسلم هم په هغه كار غصه كيدلو. عن زينب بنت يزيد بن وسق قالت كنت عند عائشة إذ جاءها نساء أهل الشام فقلن يا أم المؤمنين أخب� �ينا عن خلق رسول الله صلى الله عليه وسلم قالت كان خلقه القرآن وكان أشد الناس حياء من العواتق في خدرها (ا� �در المنثور عن ابن مردويه)له زينب رضي الله تعالى عنها ځخه روايت دي وائي چي زه له عائشه رضي الله تعا� �ى عنها سره ناسته وم چي د شام د مسلمانانو ښڅي راغلې او عائشه رضي الله تعالى عنها ته ئي ْوويل چي د رسول الله صلى الله عليه وسلم په اخلاقو مو خبر كړه هغي په جواب كي ْورته ْوويل: چي د هغه اخلاق قران كريم ْوو او په پردو كي تر پټو پيغلو ئي زياته حيا درلودله. يعني كه څوك درسول الله عليه وسلم د اخلاقو په هكله پوښتنه لري ق� �اّنكريم د ْوګوري ځکه چي په قراّنكريم كي اوامر او نواهي ذكر شوي دي هغه د رسول الله صلى الله عليه وسلم په عملي ژوند كي موجود ْو. عن أبي عبد الله الجدلي قال قلت لعائشة كيف كان خلق رسول الله صلى الله عليه وسلم قالت لم يكن فاحشا ولا متفحشا ولا سخابا في الأسواق ولا يجزي بالسيئة السيئة ولكن يعفوا ويصفح (الت� �مذي)له ابو عبد الله الجدلي رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی وائي چي هغه له عائشه رضي الله تعالى عنها ځخه د رسول الله صلى الله عليه وسلم د اخلاقو په هكله پوښتنه ْوكړه هغې په جواب كي ْوفرمايل چي رسول الله صلى الله عليه وسلم نه بدخولۍ ْوو او نه په قصد سره ښکنځا كوونكۍ ْوو او نه په بازارونو كي په لوړ آوازسره نعرې وهونكۍ ْوو او نه ئي د بدو بدله په بدو سره ْوركوله بلكه عفو او درګذر ئي کاوه. عن عائشة سمعت � �سول الله صلى الله عليه وسلم يقول ان المؤمن ليدرك بحسن الخلق درجات القائم الليل الصائم النهار (أحمد وأبو داود وابن حبان والحاكم)له عائشه رضي الله تعالى عنها ځخه روايت دی فرمائي چي ماله رسول الله صلى الله عليه وسلم ځخه واوريدل چي هغه ْوفرمايل: په تحقيق سره مْومن په ښه خوی سره د هغه چا درجات موندلای شي څوك چي ټوله شپه په نفلي لمونځونو ولاړ وي او هره ورځ نفلي روژې نيسي. عن أنس أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال إن العبد ليبلغ بحسن خلقه عظيم درجات الآخرة وشرفات المنازل وانه لضعيف العبادة وانه ليبلغ بسوء خ� �قه أسفل درجة في جهنم (الطبراني والخرائطي)له انس رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى ال� �ه عليه وسلم ْوفرمايل چي بنده په ښه خوي سره داخرت لوړو درجاتو ته او د جنت هسكو بلډنګونو ته رسېږي حال داچي په عبادت كي به كمزوری وي او په بدخوئي سره د جهنم ښکتو درجو ته رسېږي . عن أبي هريرة قال قال � �سول الله صلى الله عليه وسلم إن حسن الخلق يذيب الخطيئة كما تذيب الشمس الجليد وإن سوء الخلق يفسد العمل كما يفسد الصبر العسل (البيهقي)له ابوهريره رضي الله تعالى ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل خوش اخلاقي داسي ګناهونه وېلي كوي لكه لمر چي برف (يخی) وِېلي كوي او بد اخلاقي داسي اعمال خرابوي لكه مصبر چي شهد خرابوي. عن أبي موسى الأشعري قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم حسن الخلق زمام من رحمة الله في أنف صاحبه والزمام بيد الملك والملك يجره إلى الخير والخير يجره إلى الجنة وسوء الخلق زمام م ن عذاب الله في أنف صاحبه والزمام بيد الشيطان والشيطان يجره إلى الشر والشر يجره إلى النار (البيهقي)� �ه ابو موسى الاشعري رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل خوش اخلاقي دانسان په پوزه كي د الله تعالى د رحمت يو مهاردي چي د الله تعالى په واك كي دي او انسان د نيكوكارونو لورته بیایي اونيك كارونه ئي جنت ته كشوي اوبد اخلاقي دانسان په پوزه كي دالله تعالى د عذاب يو مهاردي چي يوسر ئي د شيطان په لاس كي دي او شيطان ئي د شر خواته كشوي اوشرئي د دوزخ لورته بیایي. عن ابن مسعود قال: م ارءاه المْو منون حسنا فهو عند الله حسن وما رءاه المْومنون سيئا فهو عند الله سيئ (مسند الامام أحمد) ابن مسعود رضي الله تعالى عنه فرمائي: يوكار چي مسلمانان ښه ْوګڼي هغه كار د الله تعالى په نزد هم ښه دي او كوم كار چي مسلمانان بد ْوګڼي هغه د الله تعالى په نزد هم بددي. . د مسلمان لفظ له اسلام ځخه اخيستل شوي دي او د اسلام معنا ده د الله تعالى اوامرو تسليم كيدل او غاړه ْورته ايښودل (الاسلام هوالاستسلام لما أمرنا الله به ورسوله)او د مسلمان د لفظ معنا ده د الله تعالى اوامروته ځان تسليمْوونكی او غاړه ايښودونكی ، هغه چاته كامل مسلمان نشي ويل كيدلاي چي هغه د الله په دائمي عصيان او نافرماني كي اخته وي او كه دالله تعالى له اوامرو ځخه منكرشي خو ښکاره كافر دی په دې كي هيڅ شك نشته كه څه هم ئي نوم د مسلمان وي او نسب ئي مسلمان وي مقصد داچي كله هم په اسلامي معيار برابر مسلمانان كوم كار ښه ْوبولي او هغه كار له اسلامي تش� �يعاتو سره منافي او مخالف نه وي نوهغه كار د الله تعالى په نزد هم ښه دي. عن صفوان بن سليم قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ألا أخبركم بأيسر العبادة وأهونها على البدن الصمت وحسن الخلق. (ابن ابي ا� �دنيا) صفوان بن سليم رضي الله تعالى عنه روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْو فرمايل: باخب� �ْووسۍ زه تاسوته يوداسي عبادت درښئيم چي هغه هم آسانه وي اوهم په بدن سپك وي هغه عبادت پـټه خوله او ښه خوی دی . عن أبي هريرة أن رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وسلم قال أكثر ما يدخل الجنة التقوى و حسن الخلق. (المستدرك)له ابوهريره رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرم ايل: زيات تره هغه نيك عمل چي هغه به مْومنان جنت ته د ننه باسي هغه تقوى او ښه اخلاق دي. عن أبي � �ر قال قال رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وسلم اتق الله حيثما كنت واتبع السيئة الحسنة تمحها وخالق الناس بخلق حسن. (المستدرك)له ابوذررضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرماي� �:هر چېرته چي وي له الله تعالى ځخه ويريږه او په ګنـاه پسي نېكي كوه ځكه چي نېكي ګنـاه ختموي او له خلګو سره په ښه خوي ګوزاره كوه. عن إسامة بن شريك قال قلنا يا رسول الله ما خير ما أعطى المرء قال حسن الخلق. (ابن حبان)له اسامه بن شريك رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي مونږ له رسول الله صلى الله عليه وسلم ځخه ْوپوښتل چي هغه ښه نعمت كوم دي چي انسان ته ْوركړل شوی دی هغه ْوفرمايل : ښه خوي او اخلاق يوشاعروائي: لعمرك ما الانسان الا بدينه------------ فلا تترك التقوى اعتمادا على النسب فقد رفع ا� �اسلام سلمان فارس--------------و قد وضع الشرك الشريف أبالهب ستاپه خالق د زما قسم وي چي د انسان انسانيت په دين او ښواخلاقو باندي دی ، په نسب باندي د اعتماد په وجه تقوا مه پريږده ، ودِ نه کتل چي سلمان فارسي رضي ا� �له تعالى عنه سره ددې چي يوعجمي غلام ْوو خواسلام څومره لوړ مقام ته ْورسولو او ابولهب د قوم سردار ْوو خو ش� �ك څومره دذلت مقام ته راښکته كړو. بل شاعروائي: الناسُ أخلاقُهُمْ شتّى وإن جُبِلُوا----------------- على تَشَابُهِ أرواحِ وأجْسَادِ د خلګو خويونه او عادتونه يو له بل ځخه بېل دي كه څه هم ئي ارواحونه او � �كلونه يوبل ته ورته پيدا شويدي. يوبل شاعر داسي وائي: أما المُزاحةُ والمِراءُ فدعْهُم َا--------------------------خُلُقان لا أرضاهُما لصَدِيْقِ ټـوكي او مذاق او دخبرو جګړه پريږده دا دواړه عادتونه زه د خپل دوست لپاره نه خوښوم. بل شاعر بيا اخلاق داسي توصيف كويخير ما ورَّث الرجالُ بنيهم--------------------- أدبٌ صالح وطيب ثناءِ هو خيرٌ من الدنانير والأوراق----------------------في يوم شِدّة ورخاءِ ت� �ك تفنى والعلم والأَدب ----------------الصّالح لا يفنيان حتى اللّقاءِ بهترين ميراث چي نارينه ْوو خپلو زام نو ته پري ايښي هغه ښه اخلاق او ښه نېکنامي اونېک ګویي دي دا په بده او ښه ورځ كي تر دينارونو او ډالرونو ډېرګټ� �ور دي ، دينارونه او نوټـونه به ورك شي خو پوهنه او ښه اخلاق د مرګ تر ورځي نه ورك كيږ ي. يوبل شاعر داسي وائي : لكل شيء حسن و زينةٌ------------------ وزينة العاقل حُسنُ الأدب د هرشي لپاره ښائست او ګېڼ� �ه وي خو د هوښيار سړي ګېڼه ښه اخلاق دي. بل شاعربيا بل څه وائي: أُحبُّ مكارم الأخلاق جُهدي ------------------ وأكره أن أعيب وأن أعابا وأصفح عن سباب الناس حلماً-------------وشرُّ الناس من يهوى السّبابا ومن هاب الرجال تهيّبُوهُ --------------------ومن حقر الرجال فلن يهابا څما ښه خويونه خوښ دي او دا مي نه دي خوښ چي يا په چاپسي بد ْووايم او يا بل څوك بد راځخه ْووائي او د خلګو د ښکنځلو برداشت كوم او بد ترين د خلګو هغه څوك دی چي پو چ خولی وي او د ښکنځلو عادت ئي وي , او څوك چي د نورو دعزت خيال ساتي د خلګو په زړونــو كي به هم دده عزت وي او چي نورو ته په سپكه سترګه ګوري كله به ئي هم د نورو خلګو په زړونـو كي هيبت او عزت پـيدانشي. يوبل شاعر داسي وائي: لا تحسبنَّ العلم ينفع وحده---------------------ما لم يتوّج ربّه بخلاق داسي فكر مه كوه چي يواځې پوهنه ګټه رسوي كله چي د پوهني خاوند په اخلاقو ښائسته نه ْوي. ليس البليَّة في أيامنا عجب --------------- بل السلامة فيها أعجب العجب احفظ لسانك واحترزمن قوله-------------- فالمرء يُجرح باللسان ويُعطب واحذر معاشرة اللئيم فإنها------------ تُعدى كما يُعدى السَّليم الأجرب ليس اليتيم الذي قد مات والده ------------ بل اليتيم يتيم العلم والأدب په دې ورځو كي فتنې د حيراتيا وړ نه دي بلكه له فتنو ځخه خلاصون اودځان ساتل د زياتي حيرانتيا خبره ده , خپله ژبه له خبرو ْوساته ځكه چي سړی په ژبه هم زخمي كيږي او هم هلاك كيږ ي له كنجوس سړي سره ناسته ولاړه مه كوه ځكه چي له كنجوس ځخه كنجوسي داسي اخيستله كيږ ي لكه روغ سړی چي له پمن سره كيني او � �ه هغه ځخه پمنتوب اّخلي. يتيم هغه څوك نه دي چي پلار ئي مړ وي بلكه يتيم هغه څوك دي چي پوهنه او اخلاق نلري. بل شاعروائي: كل الأمور تمرّ عليك وتنقضي-------------- ----- إلا الثّناء فإنَّه لك باق ولو أنني خُيِّرت كل فضيلة-----------------ما اخترت غير مكارم الأخلاق هرڅه او هرحالت چي وي هغه به په تا تيرشي له نېکنامي پرتـه بل هیڅ شي بقانلري كه يو څوك ما په نيكو كارونو كي خوښ رضا كړي نو له ښو اخلاقو پرته به بل څه غوره نه كړم . كم من أخ أعددته لشدائدي -------------- حتى بلوت المرّ من أخلاقه كالملح يحسب سكراً من لونه ------------ومجسه ويحول عند مذاقه ډير وروڼه او ملګري مي د سختو ورځو لپاره تيار كړي ْوو اخير هغوي ترخه ْوختل لكه مالګه چي په لاس كي او په رنګ ئي له برې (خوږې) ځخه فرق نه كيإي او په څکلو كي ئي معلومات ْوشي. او پته ئي ْو لګېږي چي مالګه ده. ",د ښو اخلاقو ارزښت په اسلام کي 4461, قدوسي سلیمانخېل," كوم څه چي د تجربې له مخي مونږ په ژوند كي عملي ليدلي او همدا راز اجتماعي څېړنو ثابته كړي هغه دا ده چي د اسلامي هداياتو او لارښونو سرچپه كړنلاري د ژوندانه په ټولو اړخونو كي په افرادو او ټولنو مستقيمي بدي او وخيمي اغيزي لرلي دي ، لومړۍ بده اغيزه چي په بداخلاقي مبتلا شخص باندي پريوځي هغه د هغه چا ملګرتيا ده چي هغه به داشخص په پريشاني او سرګرداني او له دين ځخه په لېري والي او انحراف اخته كوي ځكه چي هغه به پخپله هم د الله تعالى په نافرماني او سركشي اخته وي الله تعالى فرمائي: وَمَن يَعْشُ عَن ذِكْرِ الرَّحْمَانِ نُقَيِّضْ لَهُ شَيْطَاناً فَهُوَ لَهُ قَ� �ِينٌ . چاچي د الله تعالى له دين ځخه مخ واړولو مونږ دهغه په شان شيطان د هغه لپاره ګمارو چي هغه تل دده ملګری پاته شي. اوشيطان تل انسان ته دپريشاني اسباب تهيه كوي او هغه ته په زړه كي د لوږي وسوسې ْوراچوي او � �ه نېستي ځخه ئي وېروي او په طمع او حرص ئي اخته كوي او له قناعت ځخه ئي محروم كوي الله تعالى فرمائي: ان الشيطان يعدكم الفقر ويأمركم بالفحشاء. په ريښتيا سره شيطان تاسوته د لوږي او نيستي وعدې دركوي تر څو هغه څه چي ستاسو په لاس كي دي هغه د الله تعالى د رضا لپاره دهغه په لار كي ْونه لګوۍ او ددې تر څنګ مو په بدكاري او ګناهونو ګماري تر څو د محرماتو او بد اخلاقي مرتكب شئ. كه مونږ ددې آيت كريمه مفهوم ته ځير شو او ْوئي څېړو دا به په حقيقت سره جوته شي چي د ټولو اخلاقي رنځونو بنياد همدغه د لوږي احساس او د کمتري وسواس دي چي شيطان ئي د ضعيف النفس انسانانو په زړونو كي ْوراچوي كله چي انسان په دې احساس مبتلا شي او لوږه ئي زړه ته ننوزي بيا له هيڅ اخلاقي جرم څخه مخ نه اړوي غلا هم كوي، دروغ هم وائي، سود هم كوي، قناعت ئي هم نه وي، حرص ئي هم زياتېږي، بخل ئي هم عادت جوړشي، په حسد هم اخته كيږي، غيبت هم كوي، چغلخوري هم كوي، د كمتري په احساس هم م بتلا كېږي چي هغه ئي د تكبر او حسد په رنځ اخته كوي وغيره …همدا وجه ده چي په يوه حديث كي زمونږ ګران پيغمبر (ص) د هغه نېستي په هكله چي په زړه مسلطه شي داسې فرمائي :  عن أنسٍ قال قال رسولُ الله صلى الله عليه وسلم: كادَ الفقرُ أنْ يكونَ كفراً وكاد الحسد أن يغلب القدر(مشكاة المصابيح)له انس رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: نژدې ده نېستي او لوږه چي د كفر مرحلې ته ْورسېږي او نژدې ده چي حسد په قضاء او قدر غالب شي (په دې معنا چي مسلمان په دې ايمان او عقيده لري چي هرڅه چي کېږي هغه د الله تعالی پرېکړه او فيصله ده خو دحسد په وجه د مسلمان دا عقيده کمزوری کېږي او بلآخره حسدد قضاء او قدر په ذکر شوي عقيده غلبه مومي).ملاعلي قاري او نور محدثين ددې حديث په شرح كي ليكي چي له نيستي ځخه مراد د زړه لوږه ده چي هغه له مالي نېستي او هستي سره تعلق نلري ورنه تنګدستي او مالي نېستي چي په هغه مبتلا مسلمان صبر پرې ْوكړي او چاته ئي اظهار نكړي هغه مقام دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم پخپله د هغه دعا او تمنا كړي ده فرمائي : عن أنس أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال اللهم أحيني مسكينا وأمتني مسكينا واحشرني في زمرة الم ساكين يوم القيامة فقالت عائشة لم يا رسول الله قال إنهم يدخلون الجنة قبل أغنيائهم بأربعين خريفا يا عائشة � �ا تردي المسكين ولو بشق تمرة يا عائشة أحبي المساكين وقربيهم فإن الله يقربك يوم القيامة  (سنن الترمذي) له انس رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل اې الله د مسكين ژوند راكړې او د مسكين مرګ راكړې او د قيامت په ورځ مي په مسكينانو كي را پاڅوې ، عائشه رضي الله تعالى عنها ْورته ْوويل دا ولي يا رسول الله؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: ځكه چي مسكينان به تر بډايانو څلويښت كاله مخكي جنت ته ننوزي ، اې عائشې مسكين تش لاسی مه واپس كوه ولو كه د خورما په يوه هډوكي وي ، اې عائشې له مسكينانو سره مينه ساته او ځان ته ئي نژدې كوه ځكه چي ستا ددې عمل په بدل کی به د قيامت په ورځ الله تعالى تا خپل ځان ته نژدې كړي . خو هغه څوك چي هغوي كامل مْومنان دي شيطان هغوي نه شي بي لاري كولای او د حق له اتباع ځخه ئي نشي منحرف كولای الله تعالى فرمائي:  انه ليس له سلطان على الذين امنوا و على ربهم يتوكلونپه � �يښتيا سره شيطان په هغه چا غلبه نشي موندلاي څوك چي مْومنان دي او په خپل پروردګار باندي ځانونه سپاري. د� �ته ځیني هغه اغېزې او آثار چي د بد اخلاقي په نتيجه كي په افرادو او ټولنه پرېوزي ذكر كوو: ا- يو هم له هغو منفي اثراتو ځخه چي په اخلاقي انحراف مبتلا شخص پرېوزي د هغه د ماغي عدم توازن دي چي هغه د ټولني له نورو افرادو سره په مينه او عقلمندانه تعامل قدرت له لاسه ْوركوي له چاپيريال سره ځان نشي چمتو كولای او له كومو مشكلاتو سره چي مخامخ كيږي په برياليتوب ځان نشي بچ كولای. ب- ددماغي عدم توازن په نتيجه كي دائما په پريشاني اخته وي، خوراك ته ئي زړه نه كيږي، مزاج ئي تنهائي خوښوي، د خجالت اثار پرې ليدل كيږي ، غصه زياته ْورځي، تجاوز او انت� �ام ته ئي ميلان زيات وي، هرخپل او پردۍ ورته دښمن ښکاري ، وېره پرې غالبه وې، او ددې احساس په نتېجه کي له هیڅ ناوړه عمل او کار ځخه مخ نه اړوي د خپل بېهوده انتقام په لټه کي د هغه او ناوړو کړو وړو په مېنځ کي هېڅ اخلاقي یا دېني حایل او پرده نه وي او نه یي ویني ، په ويښه پالتو سوچونه وهي او چي کله وېده شي ګډ وډ خوبونه وينی ژوند یي ناقراره او لالهانده وي له سکون ځخه محروم وي ، آرزوګاني یی نه پوره کېږي او بالآخره په جنون اخته کېږي . پوهان وایي چي په جنون زیاتره هغه کسان اخته کېږي چي هغوی د خپلو آرمانونو له تحقق ځخه عاجز او محروم شي او چی کله � �ېونی شي خپل آرمان ته ورسېږي . ج - بل هم له هغو منفي اثراتو ځخه چي بد اخلاقه انسان پرې اخته كېږي هغه هم م ايوسي او نااميدي ده هغه كه دروغ وائي مايوس شوی وي چي ريښتيا ويل نجات نه شي ْوركولای ، هغه كه حسد كوي دا ئي عقيده وي چي هغه نعمت چي له بل چاسره ده هغه نشي لاس ته راوړلاي ، تجاوز او تېری كوي ځكه چي مايوس وي چي په حكمت او نرمي سره مطلوب نتائج نشي تر لاسه كولای، همدا راز مايوسي هغه عصبي رنځ دی كوم چي انسان د ټنبلي او سستي � �ور ته پوري وهي او له زيار ايستلو او په حلالو وسائلود تفوق له تلاش ځخه ئي راګرزوي او ددوكې ، فريب او چلونو په ذريعه ئي دمالي او مادي مواردو په تلاش اخته كوي لكه غلا، بسپنه ، باطلي دعوې او داسي نور په جسماني لحاظ به ښه د كار كولو قدرت لري خو د اخلاقي انحراف په وجه به ئي د كار كولو قدرت له لاسه ورکړۍ وي او کار ته به ځان نشي ټینګولای . د – بل هم هغه منفي اثر چي د بد اخلاقي په نتیجه کي افراد پرې اخته كيږي دادي چي منحرف انسان په م خدراتو او مختلفو نشو اخته كېږي چي دا عمل هم بلآخره په لېونتوب منجر کېږي ليكن اسلامي تربيه انسان له اخلاقي انحراف ځخه راګرزوي او دخپلو اتباعو په زړونوكي سكون او اطمئنان ته وده ْوركوي ، د کامل مْومن زړه له جرأت او شجاعت ځخه ډک وي خو د تواضع او انکسار په زیور هم ښایسته وي د تفوق او بهتري په تلاش کي وي خو حرامو ذرایعو ته � �که دروغ ، غلا ، بسپنه او داسي نو رو کارونو ته لاس نه اچوي ، سیالي کوي خو په حسد اخته نه وي ، په خپل حالت هم قانع وي اوهم د الله تعالی شاکر بنده وی او که یو څوک په ښه حالت وويني پرې خوشاله کېږي او دا هرڅه د الله تعالی تقسیم ګڼي او د الله تعالی په تقسیم راضي وي او ددې هر څه علاج او درمل كوم چي د زیاتو مسلمانانو او ټولو انسانانو ورته ضرورت دي هغه الله تعالى داسي بيان كړي دي : يا ايها الناس قد جاءتكم موعظة من � �بكم و شفاء لما في الصدور و هدى ورحمة للمْومنين  . اې خلګو راغی تا سوته نصيحت ستاسو د پروردګار له خوا ځخه چي هغه درمل او علاج د هغو رنځونو لپاره ده چي په زړونو كي دي او رهنمائي اورحمت ده د مْومنانو لپاره . كه څوك نیکمرغه ژوند او د زړه سالمیت او روغتيا غواړي نو يوازينی علاج ئي په كتاب الله يعني قرانكريم عمل كول او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د سنتو يعني قول وفعل اتباع دی او بس په دې كي د انسانانو ددنيا او اخرت سعادت او نيكمرغي ده او ددې لپاره د ژوندیو نمونو په توګه د سلف صالحینو او صحابه کرامو کردار اوسیرت دی چاچی په هر� �ګر کی بریالیتوبونه ګټلي او تاریخ يي په طلایی کرښو لیک دی . د بد اخلاقي هغه منفي اغېزې چي په ټولنه او اجتم اع باندي په مستقيم او غير مستقيم شكل پريوزي هغه اجتماعي بدمرغي او تفكك ده چي په نتيجه كي ئي اقتصادي پسم اندګي او د عمومي امنيت ګډوډي مينځ ته راځي همدا راز مخكي ذكر شوي فردي بد اخلاقي په غير مستقيم ډول په ټولنه هم بدي اغېزې مرتب كوي چي په لاندي ډول ذكر كيږي: هـ - الهي عذاب: كله چي ګناهونه او منكرات په يوه قوم او ټو� �نه كي عام او تيت شي الله تعالى په هغه قوم عذاب راټیټوي الله تعالى د لوط عليه السلام د قوم د هلاكولو واقعه په قران كريم كي داسي بيانوي  : فلما جآء أمرنا جعلنا عاليها سافلها وأمطرنا عليها حجارة من سجيل منضود مسومة عند ربك وما هي من الظالمين ببعيد.كله چي زمونږ د عذاب پريكړه راغله د زمكي لاندنۍ ب� �خه مو را سربيره كړه او په دوي باندي مو د پخ شوي خاوري په اور پخ شوي وی ګټي پرله پسي را ْواورولي چي ستا د پ� �وردګار په نزد په نښه كړي شوي وي او دا ګټي له ظلم کونکیو انسانانوځخه لېري نه دي .روايت شوي دي چي الله تعا� �ى لوط عليه السلام ته امر ْوكړ چي له خپلو اتباعو سره د مجرمينو له ښارځخه ْووځي او له تاسو ځخه د څوك د كلي په لور په شا نه راګوري او كه يو چا په شا را ْوكتل هغه به هم په عذاب كي راګير شي د لوط عليه السلام ښځه چي له خپل قوم سره ئي همدردي وه په شا ئي راْوكتل او په عذاب كي راګيرشوه او جبريل عليه السلام په خپل كوڅر هغه زمكه چي د لوط عليه السلام قوم پرې وانډه ْوو ْوسكښتله او د اسمان لورته ئي ْوچته كړه حتى چي په اسمان كي مخلوق د دې ك� �ي د سپيو غپا او د خرونو هونګا او د چرګانو بانګونه واوريدل او له اسمان ځخه ئي سرچپه را ْوغورځوله او الله تعالى ددې قوم په نورو پاته لروبر افرادو وړې وړې په اور پخ شوي ګټي په پرله پسې شكل را ْواورلې چي په هره يوه ګټه د هغو كسانو نومونه ليكل شوي ْوو چي د هغوي په سرونو لګېدلې او تر بدن ئي وتلې او ځاي په ځاي ئي هلاك كړل. (التفسير الكبير)عن بن عباس قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : إذا ظهر الزنى والربا في قرية فقد أح� �وا بأنفسهم عذاب الله . ( المستدرك على الصحيحين )ابن عباس رضي الله تعالى عنهما روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: كله چي بدفعلي او سودخوري په يوه كلي كي ښكاره شي نو پخپله ئي د الله تعالى عذاب پخپلو ځانونوراټیټ كړ او ځانونه ئي د الله تعالى دعذاب مستحق اووړ وګرځول  .و - بل هم د بد اخلاقي منفي اثر چي په ټولنه پريوزي هغه بد بيني او تباغض دي چي د ټولني افراد پي اخته كېږي د مثال په توګه حسد او كينه په اخير كي په بد ايسولو منجر كېږي چي د حاسد د منحرف سلوك په وجه جانبين په بد هيسولو اخته كېږي او محسود هم بالآخره م جبور کېږي په عين شكل تعامل دځان لپاره خپلوي چي په نتيجه كي وسعت مومي او د طرفينو خپل و خپلوان هم په دې رنح اخته كېږي چي اجتماعي بدبيني مينځ ته راوړي چي په دې ځاي توقف نه مومي بلكه دا بدبيني په تجاوز، تېري ، زدوكوب، غلا او قتل وغارت او نورو مختلف النوع جرایموپايته رسېږي. همدا راز د اخلاقي انحراف په وجه د جرائمو مرتكب كيدونكي اشخاص د ټولني بد هېسي او دا بد بيني د ټولني د صالحو او فاسدو افرادو تر مينځ پراخېږي .. ز - بل هم د بد اخلاقي منفي اثر چي په ټولنه پريوځي هغه اجتماعي تقاطع او پرېکړون دی چي د اخلاقي انحراف په نتيجه كي تحقق مومي هره بد اخلاقي د مسلمانانو وحدت ته نقصان رسوي او هغوي يو له بل ځخه لېري كوي د مثال په طور نميمت يا چغلخوري هغه قوي وسيله او فعاله آله ده چي د مسلمانانو اړیکي يو له بل ځخه پريكوي او د اقرباْوو په مينځ كي خپلوي او ق� �ابت ختموي او كورنۍ او ټولنیزي اړیکي خرابوي او د ملګرو او دوستانو ملګرتيا او مينه ختموي او د عداوت او بدبيني لویه ذريعه ده. همدا رازدروغ ويل د ګناهونو بنياد دي د بې بنياده شائعاتو او غلطو خبرونو د خپرولو وسيله ده ، ددروغو په خبرو كورنۍ اړیکي شكيږي، دوستي ختمېږي ، اعتماد له مينځه ځي ، د ټولني د افرادو په اقوالو او افعالو كي شكوك او شبهات زياتيږي . ح - بل هم د بد اخلاقي منفي اثر چي په ټولنه پرېوزي هغه اجتماعي دوكې دي � �كه په خبرو كي دوكه، په ترازو كي دوكه، په تعامل او سلوك كي نفاق، په حقوقو او واجباتو كي دوكه، په كاروبار او خريدوفروخت كي دوكه ، ډير ليدل شوي دي چي په بد اخلاقي مبتلا شخص په تول كولو په كچلو او پيمانه كولو او په نور بيع وشراء يعني عام تجارت كي دوكه او چل وول كوي حتى د مال د حصول او د مادياتو د لاسته راوړلو په خاطر له هيڅ ډول وسيلې ځخه مخ نه اړوي په تول كي په ګز كي په راكړه وركړه كي غلا كوي او دروغ وائي په دروغو قسمونه كوي او ددې هرڅه تر شا اساسي كارفرما له دين ځخه لېري والی يا په بل تعبير اخلاقي انحراف وي . د بد اخلاقي په رنځ اخته انسان به وينې چي په هره موقع كي به مختلف مظهر او څېره ځان ته خپلوي او په دي شكل به د ټولني افرادو ته دوكه ْو� �كوي په دې مفهوم چي په يوه ټاکلي وخت كي به په يوه څېره ځان ښکاره كوي او په بل وخت كي به په بله څېره ښکاري په دې شكل به هغه چاته چي ْورسره مخامخ كېږي په مختلفو څېرو دوكه ْوركوي او تل به حقيقي څېره بدلوي او دا خوي د مناف� �ينو دي چي د اخلاقي انحراف په نتيجه كي وجود ته راځي ، د كامل مْومن څېره يوه وي ظاهر ئي د باطن ترجمان وي ، زړه او خوله ئي يو وي صداقت او راست ګوئي ئي شعاروي . عن أبي هريرة أن النبي صلى الله عليه وسلم قال من شر الناس ذو الوجهين الذي يأتي هؤلاء بوجه وهؤلاء بوجه (سنن أبي داود) له ابوهريره رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل په خلګو كي ډېر بد هغه څوك دي چي دوه مخونه لري له ځينو سره په يوه څېره مخامخ كيږي او له نورو سره په بله څېره مخامخ كيږي . عن عمار قال قال رسول ا� �له صلى الله عليه وسلم من كان له وجهان في الدنيا كان له يوم القيامة لسانان من نار(سنن أبي داود)له عم ار رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: د يوچاچي په دنيا كي دوه څېري وي د قيامت په ورځ به ئي د اور دوه ژبي وي . په دې سربيره بد اخلاقي نور هم په افرادو او ټولنه زيات مضر اثرات لري كه يو څوك ْورته ځیر شي په عملي ډګر كي به ئي د سر په سترګو ْوويني بناءً ډير ضروري دي چي خپلو اخلاقو ته ددين په چوكاټ كي وده ْوركړو هغه تعليمات او هدايات چي قران كريم او رسول الله صلى الله عليه زمونږ د انفرادي او اجتماعي نيكمرغي او د اخلاقو د اصلاح لپاره وړاندي كړي هغه په بشپړ اخلاص او صدق سره په خپل عملي ژوند كي تطبيق كړو همدا راز خپل كورنی چاپيريال چي د ټولني اساس دي په لوړو اخلاقي معيارونو سمبال او تربيه كړو دا زمونږ د هر فرد مسئوليت دي او زمونږ د تربيوي زيار د مثمر جوړولو حقيقي مْوثر د الله تعالى رحمت او توفيق دي. ",په ټولنه او فرد د بدو اخلاقو منفي اغېزې 4462,," منځني ختيځ او افريقا ته د متحده ايالاتو پوځي كومندان جنرال جان ابي زيد تېره ورځ د باګرام په هوايي ډګر كي يوې خبري غونډي ته وويل په افغانستان كي د اقتصاد پراختيا تر پوځي عملياتو ډېره اړينه ده. نوموړي وويل ياغيان اوس هم د پاكستان خاوره د خپل مركز په توګه كا� �وي او افغانستان ته را اوړي، ده وويل طالبان او د هغوى باندني ګروپونه په خاصه توګه القاعده دا توان لري چي جګړې ته دوام وركړي، خو ده وويل دى باور نه كوي چي دوى دي كوم ځاى ونيسي او بيا دي يې د ساتلو توان ولري.نوم وړي زياته كړه:((ياغيانو ته په جګړو كي درانده زيانونه اوښتي دي او نه سي كولاى چي يوې ګڼ ميشتي سيمي ته ګواښ پېښ كړي، خو دوى كله_كله د ځينو ولسواليو اداره د لنډ وخت لپاره ترلاسه كوي)).نوموړي جنوبي سيمو ته د نړيوالي ټولني غځېدل د نوي حكومت لپاره د ولسي ملاتړ د ترلاسه كولو، د طالبانو، ياغيانو او د نشيي توكو د � �اچاقبرانو د له منځه وړلو لپاره تر ټولو ښه لاره وبلل. ابي زيد وويل دا ډېره مهمه ده چي نړيواله ټولنه له افغانستان سره په پوځي اړخ كي مرسته كوي، خو د دې لپاره چي افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي، نړۍ بايد د دغه هيواد د اقتصادي پياوړتيا لپاره هم ګامونه پورته كړي. او چيري چي اقتصاد غښتلئ وي هلته امنيت هم ټينګ وي. ",ابي زيد: كه اقتصاد غښتلئ سي امنيت خپله سمېږي 4463,," نن سهار د نواب اكبر بكټي تر وژل كېدو وروسته د بلوچستان ايالت په ډيرو سيمو كي مظاهرې شروع سوې، د كويټي ايالتي حكومت سهار پر شپږ بجې د څلرويشتو ساعتونو لپاره په ښار كي پر تګ راتګ بنديز ولګاوه او په بازارونو كي يې د امنيت ساتلو لپاره پوځيان ځاى پر ځاى كړل.له خضدار او ګوادر بندر څخه چي ډېرى اوسېدونكي يې بلوڅان دي هم د احتجاجونو خبر وركړل سوى دى، رويټرز خبري آژانس د بلوچستان د پوليسو له خولې خبر وركړى دى، چي په كويټه كي د نواب اكبر بكټي د مړيني تر خبر خپرېدو وروسته د هغه په زرګونو پلويانو په احتجاج لاس پوري كړ او د تر شلو ډېرو موټرانو د سوځل كېدو خبرونه و� �كړل سوي دي.د بلوچستان د پوليسو يو چارواكي وزير خان ناصر وويل په كويټه كي يې د يكشنبې د ورځي له بنديز څخه د سرغړوني په تور په لسګونو كسان د ښار له سرياب، بروري، بلوچستان پوهنتون او بولان ميډيكل � �ه سيمو څخه نيولي دي چي ډېرى يې زده كوونكي دي. ",بلوچستان د نواب بكټي تر مړېني وروسته ناقراره دى 4464,,"   بینوا ویبپاڼې دسوله ساتو یا ایساف ځواکونو له لورې په راغلې خبرپاڼ کې لیکل شوي چې نن سهار وختي دهلمند په ولایت دیوې جگړې په مهال دایساف یو سرتی� �ی وژل شوی دوی وایي طالبانو ته یې هم زیان وراړولی خو کوم خبر ترې نلري. ",هلمند کې دایساف یو سرتیری وژل شوی. 4465,,"   بینوا ویبپاڼې دسوله ساتو یا ایساف ځواکونو له لورې په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې نن سهار وختي دملي اردو او ایساف په ځواکونو ددوی په اډه برید وشو چې له امله یې دایساف یو سرتیری د٦ نورو ملي اردو سرتیرو سره ټپیان شوي دوی ددوا درمل لپاره یې نیږدې روغتون ته ټپي شوي سرتیري وړي. ",کندهار کې دایساف ١ او دملي اردو٦ سرتیري ټپیان شوي 4466,," بېنوا ویبپاڼې ته دایساف سوله ساتو ځواکونو له لورې راغلې خبرپاڼه چې کټ مټ یې دبینوا لوستوالو ته پریږدو: د کندهار هوايي ډګر، افغانستان ( د اګست ٢٦ مه ٢٠٠٦ کال)- نن د کندهار په لويديځ امنيتي پوستې کې د ناټو آيساف د خپل د ځان د دساتنې په موخه د ډزو په ترڅ کې يوه تن مړ او شپږ تنه نور ټپيان شول. نن د ١٢ بجو او ٢٠ دقيقو په شاوخوا يوه لارۍ چې په وسلو سمبال شپږ تنه په کې سپاره وه، د آيساف يوې امنيتي پوستې ته چې د ژيړې په ولسوالي کې د پراخ جاري امنيتي عملياتو يوه ب� �خه ده، ورنږدې شوه. د ګواښ کوونکو ډزو او د لاس د اشارو نه وروسته دغه د نه پليټ لرونکې لارۍ له خوا چې په ډير چټکې سره رانيږدې کيده ، د ډزو سخت بريد وښودل شو. دايساف ځواکونو د خپل د ځان د ساتنې په موخه په لارې ډزي وکړي ترڅو ودريږي .د ډزو په ترڅ يوه تن په لارې کې سپور مړ او شپږ تنه سخت ټپيان شول.  پيښې نه وروسته سمدستې د ا جوته شوه چې په لارې کې سپاره کسان د افغان د ملي امنيتي ځواکونوغړي وو. دغه غميزه پيښه به د افغان ملي پوليسو او دآيساف له خوا وڅيړل شې. ٤٠ دقيقې وروسته، په يو موټرسايکل سپاره دوه ملکي وګړي نوموړي ام نيتي پوستې ته په ډير چټکې سره را نيږدې شول. ټولې هڅې د موټرسايکل د دريدو په موخه ناکامې شوې او د هغه نه وروسته سرتيرو د خپل د ځان د ساتنې په موخه په ډزو لاس پورې کړل. د ډزو په ترڅ کې يو تن ټپي او بل هغه مهال ژوبل شو چې موټ� �سايکل د سړک څخه واوښت. آيساف ټپي شوي کسان د چورلکې په واسطه د کندهار په هوائي ډګرکې ګڼ مليتځه روغتون ته  درملنې لپاره واستول. ",دژیړۍ ولسوالۍ کې ایساف ١ پولیس وژلی او ٦ یې ټپي کړي 4467,," ", 4468,," بلوڅ ملتپال مشر سردار اختر مينګل د نواب اكبر بكټي پر مړېنه سخته غوسه وښوول، هغه وويل بلوڅان به د نواب بكټي او د هغه د ملګرو قاتلان و نه بخښي، ده وويل د بكټي په شهادت سره د حكومت او بلوڅانو ترمنځ اړيكى نوري هم كمزوري سوې. سردار اختر م ينګل چي د بلوچستان د نيشنل پارټۍ مشر او د بلوچستان پخوانى والي دى د بي بي سي له اردو څانګي سره يې په يوه م� �كه كي وويل: ((حكومت ډېر غلط فكر كړى، چي د بكټي په مړېنه به د بلوڅانو غورځنګ ختم سي، پاكستاني حكومت تر دې وړاندي نوروزخان هم شهيد كړى وو،خو تاسو فكر وكړئ چي د هغه تر مړېني وروسته بلوڅي غورځنګ كمزورى نه بلكي نور هم منظم سو)).اختر مينګل چي له بكټي سره پر قومي اړيكو برسېره كورنۍ اړيكى هم لري زياته يې كړه چي دوى له نورو ملتپالو ګوندونو سره تماس نيولى دى او ډېر ژر به د روان حالت په وړاندي يوه نوې تګلاره اعلان كړي. ",اختر مينګل: د بكټي په شهادت بلوڅي غورځنګ نه ختمېږي 4469, قدوسي سلیمانخېل," (ان أرید الا ا� �اصلاح ما استطعت و ماتوفیقي الا بالله )انسان ... هر انسان چي کله دا درک کړي او یایې یقین پیدا شي چي ټاکلی ژوند یې نور په ختمېدلو دی او نور په دې فاني دنیا کي د پاته کېدلو وخت نلري ، او د مرګ د استاځي تصور یې بار بار مخي ته اخوا دېخوا کېږي ځیني پوښتني د هغه او ځان تر مینځ مطرح کېږي که دا انسان د آخرت له انسانانو ځخه وي او د الله تعالی د ملاقات تنده او تمنا ور سره وي ضرور له خپل ځان سره دا پوښتني کوي او ځواب یې د خپلو اعمالو په دفتر کي لټوي :آیا کوم نېک کارونه چي ما ته ممکن وو هغه ما کړي دي تر څو مي د نیکي پله د بدیو په پله درنه شي ؟آیا حتی الامکان له الله تعالی ځخه وېرېدلی یم او که مي د هغه له حدودو ځخه تېری کړی دی او د شیطان په پلونو م ي قدمونه اېښي دي ؟آیا هغه فرایض او واجبات چي الله تعالی زه ورباندي مکلف ګرزولی وم ما په صحیح توګه تأدیه کړل او که مي سستي او تقصېر په کي کړی دی ؟آیا ما په خپله ټولنه او چاپېریال کي هغه مطلوب رول ولوبولو کوم چي اسلام له ما ځخه غوښت او که د یوه حیوان په څېر یواځي مي له خوب خوراک او څښاک سره کار وو اوبس ؟آیا د الله تعالی د مخلوقاتو په هکله مي تقوا خپله کړي وه او که مي د خپل نفس د خواهشاتو په پیروي کي خپل قیمتي ژوند ضایع کړی دی؟آیا د الله تعالی د بندګانو هغه مالي او اخلاقي حقوق چي د الله تعالی له لوري ځما په ذمه واجب الأدآء وو ما پوره کړي او که مي اوس هم په غاړه پاته دي ؟ ځما هغه مسلمان ورور چي ما یې عزت او مال او نفس ته په مختلف شکل د نقصان رسولو هڅي کولې آیا ماله هغه ځخه ځان معاف کړی دی او که به د قیامت په ورځ ځما د نېکیو له رأس المال ځخه د هغه حق اخېستل کېږي ؟ هغه بې سرپناه مسلمان ورور چي ځما مرستي ته یې ضرورت وو او ماته یې پناه راوړه سره له دې چي ددې امکان وو چي ما یې مرسته کړي وای آیا ما یې مرسته وکړه او که نه؟آیا د هغه بېوزله چي بله یې هیڅ اسره نه وه ما یې لاس ونیولو او د هغه په مشکل کي مي هغه ته اوږه  ورکړه او که نه ؟آیا ځما هغه پوروړی چي تنګ لاسی وو ما ورباندي زړسوی وکړ او هغه قرض مي ورته معاف کړ او یا مي انتظار ورته واېست او که مي نور هم مجبور ، ذلیل او تنګ کړ ؟ایا ځما مور او پلار چي تر ټولو انسانانو ځما د زیاتي پاملرني او احسان حقداروو ما یې کما حقه پامل� �نه وکړه او هغوی مي خوشاله وساتل او که مي سرچپه ورته د پرېشاني او اذیت اسباب تهیه کړل؟آیا د ژوندانه د خوشالي او ځواني په ښکلو شېبو کي مي الله تعالی په یاد وو او که د غفلت او عیاشي په نشو مست وم العیاذ بالله ؟آیا ځما د ژوند ملګریه ځما مېرمن چي زه یې د امیدونو او هېلو سرچینه وم ما ورسره ښه معامله کوله او د یوه ښه م لګري په صفت مي ورسره ژوند تېر کړلو او د هغې د هغو خدمتونو چي ځما او ځما د اولاد یې په غاړه اخېستي وو ما یې قد� �داني وکړه او که مي د یوه څاروي په صفت ورسره معامله کوله او خپل کار مي ځیني اخیستلو؟آیا د خپل اولاد مي اسلامي روزنه وکړه او د هغوی په خټه کي مي د بهترینو اخلاقو زړي وکرل او که زه پخپله یوه ناصالحه قدوه وم چي هغوی مي هم بد اخلاقي ته اړ اېستل ؟دا یو څرګند حقیقت دی چي د ژوند په وروستۍ مرحله کي کله چي انسان نور له ژوند کولو ځخه مایوس شي او د ایمان څرک یې په زړه کي وي په سل هاوو داسي پوښتني ور سره په زړه کي تکرارېږي او له ځواب ځخه یې بې ځوابه پاته کېږي د قبر د تنهایې ، د قیامت د ورځي د الله تعالی حضور ته د مخامخ درېدلو هغه تصورات او صحنې  په سلهاوو ځله د سترګو مخ ته راځي او هم داسي تکرارېږي تر هغه وخته پوري چي تر څو ساه ورکوي او خپل حقیقي مالک ته ځان سپاري . داخو هغه پوښتني وې چي له یو مومن مسلمان سره مطرح کېږي او که یو څوک له اهل الدنیا ځخه وي او له اسلامي عقیدې ځخه برخمن نه وې له هغه سره بیا په بېل شکل پو ښتني مطرح کېږي هغه په لاندي شکل وي :آیا په ټولنه کي مي ځان ته مرکزي مقام وموندلو ؟آیا ځما د توقعاتو سره سم مي بشپړه سرمایه د ځان او اولاد لپاره یوځای کړه او که مي د سستي په نتېجه کي کم کار کړی او په کار داوه چي نوره مي هم زیاته سرمایه رایو ځای کړی وای ؟آیا له ژوند ځخه مي بشپړ خوند واخیست او که مي نور خوند هم ځیني اخېستلای شوای ؟آیا ځما کوم ژوند چي زه ځیني برخمن وم له ویاړونو او کارنامو ځخه ډک وو او که هسي عبث تېر شولوچی هیڅ مي په کي ترسره نکړلو؟هغه کسان چي د آخرت د نعمتونو تږي وي د هغوی د سوچ او فکر محور الله تعالی وي او هغه څوک چي ددنیا په لذتونو کي غرق وي د هغوی د تصوراتو محور خلګ او ددنیا ژوند وي او هره ډله د خپل وروستني حساب اجراءات بشپړوي هغوی دد ې حسابونو په نتېجه کي یا خو ډاډمن کېږي  او د پوښتنو ځوابونه یې مثبت او ګټور وي  او یا د پوښتنو په وړاندي بې ځوابه پاته کېږي او د ملامتي ګوتي خپل ځان ته نیسي ځکه چي هغه څه چي ورته ممکن وو سرته یې رسولي وای و یې نه کړل  دا احساس ورته م خامخ کېږي چي فرصتونه یې ضایع کړی دی او هغه وخت چي څه یې باید پکي کړي وای نور یې د غفلت په نتیجه کي له لاسه وتلی دی ، فلانۍ بهترینه موقع وه چي هغه فلانی کار یې کړی وای  د ژوند په تېر وخت کي ډېري هغه صحنی ورته په یاد کېږي چي کولای یې شوای یو عمل پکي سرته ورسوي خو ویې نکړل او اوس ورباندي د ندامت اوښکي تویوي په هرحالت انسان چي کوم � �ًخ ځان ته خپل کړي وی  د هغه په هکله به اندېښمن وي .په دې وخت کي دا پوښتني او تصورات څه ګټه نه کوي ځکه چي نور د کارکولو وخت له لاسه وتلی دی او اوس ور باندي غور او سوچ څه فایده نه رسوي ، مونږ ولي دداسي ورځي انتظار باسو او ولي په عملي ژوند کي د یوې داسي ورځي د پوښتنو ځوابونه نه چمتو کوو په کومه ورځ چي یې مونږ یې ځوابونو ته سخته اړتیا لرو آیا دا به ښه نه وي چي د وروستۍ ورځي یو پروف سر له اوسه ځان ته چمتو کړو آیا دا به ښه نه وي چي هره ورځ او یا أقلا هره اونۍ یو څو ګړۍ د دې حساب لپاره ځانګړي کړو ؟ او کومي پوښتني چي د ژوند په وروستیو شېبوکي به له م ونږ سره مطرح کېږي  اوس له ځان سره مطرح کړو او ځوابونه ورته پیدا کړو؟ځواب یې په طبیعي طور مثبت دی او هر عق� �من انسان په دې کي څه اختلاف نلري چي واقعا دداسي محاسبې سر له اوسه أشد ضرورت دی نو بیا ولي مونږ ورته پام نه کوو؟ددې په خاطر چي په خپل ژوندانه او سلوکیاتو کي مثبت او منفي اړخونه وڅارل شي ، کېدای شي  دا ډول محاسبه � �ه انسان سره په دې کي مرسته وکړي چي هغه نېمګړتیاوي چي روغولو ته ضرورت لري صحیح یې کړي ، او ځیني کارونه چي د غفلت په وجه د انسان ورته پام نه وي ورته پام یې شي ،دا ډول محاسبه کولای شي چي د یوه انسان په ژوند کي زیاتو م فاهیمو او کړووړو ته په کلي شکل تغیر ورکړي .ځما په خیال د وروستۍ ورځی لپاره د انسان دا وختي محاسبه کولای شي له زیاتو اهل الدنیاوو ځخه أهل الآخره جوړ کړي ځکه چي هغوی به ددې حسابونو په پای کي دې نتېجې ته رسېږي چي ددنیا هرڅه هسي تش خیالونه او اوهام دي چي په مرګ باندي پایته رسېږي او همېشنيی ژوند د آخرت دی چي د بشپړي توجه وړ او حقدار دی او د ژوند په دې پاته وخت کي هغه څه کول په کار دی کوم چي د آخرت په دایمي ژوند کي انسان ته زیات مفید او ګټور ثابت کیدای شي ځکه ددې دنیوي ژوند وروستی ټاکلي حد مرګ دی او هر څه به ځای په ځای پاته شي او له مرګه و� �وسته وخت په دې وجه أهم او د پاملرني وړ دی چي هغه أبدي او دایمي دی .او که انسان دا ډول حسابونه وروستۍ ورځي ته پرېږدي او په ژوند کي ورسره څه کار ونلري که هغه کس  له أهل الأخرت ځخه هم وي خو د مرګ په وخت کي دا ډول حساب له ندامت ځخه پرته بله هیڅ ګټه نلري ځکه چي په هغه ورځ به  ضرور ددې آرمان کوي چي ولي یې زیات نېک کارونه نه کول ولي یې د الله تعالی د مخلوق په حقوقو کي کوتاهي کوله کاشکې مخکي یې ددې په هکله سوچ کړی وای تر څو یې نن د نېکیو بېلانس زیات او ګناهونه یې کم وای او که وختي دا حساب له ځان سره ونیسي کېدای شي زیاتي هغه نېکیوي چي د تغافل په نتېجه کي ور ځخه بې تفاوته پاته دی ورته پام یې شي ، هغه اخلاقي نېمګړتیاوي چي د مسلمانانو د اذیت سبب ګرځي هغه پ� �ېږدي، او د الله تعالی له بندګانو سره روغ او صادقانه معاملات وساتي  په همدي شکل به خپلي کږې روغي کړي او خپل نواقص به اصلاح کړي او د نیکو کارونود خپلولو هڅي به ګړندۍ کړي ځکه چي معلومه نه ده کله به د مرګ د استاځي په وسېله ور باندي د ژوند لاره قطع شي او د عمل نړۍ به پای ته ورسېږي . إن الحسنات يذهبن السيئات ذلك ذكري للذاكرين‏(‏ هود‏114) ",آیا دژوند د وروستۍ شېبې د پوښتنو لپاره د ځواب چمتو کړی دی؟ 4470, قدوسي سلیمانخېل," هر انسان که د عمر په هره مرحله کي وي یواځینۍ هېله یې داوي چي تل روغ رمټ او ځوان پاته شي او دې هدف ته د رسېدلو لپاره خپله قیمتي سرمایه لګوي او په هیڅ شکل دې ته تیار نه وي چي یا خو ناروغ شي او یا بوډا شي او ځواني یې ختمه شي مونږ به دلته ځیني هغه اصول ذکر کړو چي هغه له یوې خوا ځواني سالمه ساتي او له بله پلوه د اسلامي شریعت له اصولو سره څه ټکر نلري ، لاندني اصول په پام کي ونیسۍ ستاسي دفاعي سیستم به قوي وي وظایف به په سلیمه توګه اجراء کوي او د رنځونو مخنیوی به کوي .صحتمنه غ� �اء تر هر څه د مخه بنیادي محور ده چي انسان  د نېکمرغه ژوندد خپلولو، د ځواني د پاللو او د رنځونو په مقابل کي ددفاعي سیستم د فعاله ساتلو لپاره ورته  اړتیا لري  نو راځۍ په ګډه دا اصول وګورو او په خپل ورځني ژوند کي یې م عمول او خپل عادت وګرځوو : 1- په الله تعالی ټینګه د مسلمان عقېده وساته او په هغه خپل ځان سپاره 2- د لمانځه پابند اوسه په هر حالت د الله تعالی حمدوثنا او شکر ادا کوه 3-د الله تعالی بې شمېره احسانونه هر وخت او هر چېرته په یاد ساته چاچي سلیم او په ښکلي څېره پیدا کړی یې 4- هغه امیدونه مه ساته چي ستا د امکاناتو له دایرې ځخه دباندي وي بلکه د ځان لپاره ځیني واقعي هدفونه وټاکه او د تحقق لپاره یې لېڅي درونغاړه  5- خپل هرڅه د مثبت عاقلانه مزاج په سیوري کي سرته رسوه 6- له خپل ګاونډي سره ښه کوه او قدر یې کوه او بل مسلمان ته هغه څه خوښوه چي ځان ته یې خوښوې 7- خپل جسم او ذهن دواړه تل فعال ساته8- خپل ورځني تمرینونه او ورزشي مشقونه جاري ساته چي هره ورځ څه ناڅه تګ کول دی 9- له تازه هوا او د لمر له وړانګو ځخه هره ورځ ګټه آخله10- تل صحت منه غذاء خوره او دا د ژوند معمول وګرزوه 11- د خوراک هضمېدل له خولې ځخه پیل کېږي په همدې اساس خوراک ښه زویه 12- ډېر ساړه او ډېر تاوده مشروبات مه څښه او د خوراک په مینځ کي  هم اوبه او یا مشروبات مه څښه 13- چي کله له خوبه راپاڅي او یا د خوب لپاره بستر ته ځې دروند خوراک مه خوره 14- ترڅو چي وږی شوی نه یې څه مه خوره او تر مړښت مخکي له خوراک ځخه � �اس آخله 15- په اونۍ کي یوه ورځ ځان هوسا ساته او څه کار مه کوه 16- روغني خوراکونه مه خوره 17- طبیعي خو� �اکونه چي په کوم شکل  الله تعالی پیدا کړي دي  حتی الامکان هغه خوره18- په ډبو کي د تیارشویو خوراکونو له خوړلو ځخه حتی المقدور ځان ساته چي هغه جسم ستومانه کوي 19- کوم خوراکونه چي ډېر وختي پخ شوي وي هغه مه خوره ځکه چي انزایمونه او غذایې عناصر یې له مینځه تللي وي20- د خپل خوراک50%  سبزیجات او تازه شنه واښه و ګرزوه 21- خپل خوراکونه په بخار پخوه او شنه سابه نیمه پخوه تر څو یې مواد ونه سوځول شي22- څلور سپېن شیان په خوراک کي لږ یامه استعمالوه مالګه ، بوره ، اوړه ، وریجي اویو تور شی چي هغه تور مرچ دی 23- د خپل بدن سیستمونه تل د روژو له لاري سروس کوه او روژه ماتي په طبیعي  تازه او پاکو مشروباتو کوه 24- هغه خوراکونه چي غازونه او کیمیاوي مواد لري مه استعمالوه 25- هغه خوراکونه چي حافظه او یا مصنوعي مواد ورسره وي مه خوره26- له نشه یې شیانو لکه الکولیک ، پان ، نسوار او سګرېټ څکلو ځخه ځان ساته 27- تور ټېنګ چای مه څښه او په ځای یې شېن چای او یا غرنۍ پاڼي استعمالوه او هغه خوراک چي ویټامېنونه لري هره ورځ استعمالوه  28- معدني او یا تصفیه شوي اوبه په زیاته اندازه هره ورځ څښه 29- که ممکنه وي هره ورځ درې ځلي حمام ته د کولمو د تشولو لپاره ورځه او دا خپل عادت جوړ کړۍ 30- تر لامبلو مخکي هره ورځ خپل ځان ته مساج ورکړۍاو لاسونو او پښو ته په مساج کي زیاته پاملرنه وکړۍ31- هره ورځ اوه کجوري په تشه خوا خوره 32- په هره میاشت کي درې روژې أقلا نیسه  33- هره لسمه ورځ یوه قاچوغه عسل په ت� �ه خوا خوره 34- په تودو اوبو له لامبلو ځخه ځان ساته او په یخني او تودوخي کي په یخو اوبو د لامبلو هڅه کوۍ ۳۵- هره ورځ یو اجتماعي نېک عمل سرته  ورسوۍ چي دا صحت ته ډېره ګټه رسوي ۳۶- له بې ګټي سوچونو او فکرونوځخه ځان ساتې چي دا هاضمه کمزوري کويپه اخیر کي ټولو هغو وروڼو ته د جسماني صحت په هکله وړاندېزونه لري خپل پې� �نهادونه دې لیکني ته ور ضمېمه کړي همدا راز د جسماني غذاء تر څنګ  روحي غذاء چي اسلامي  انفرادي او اجتماعي اخلاق او واجبات دي مراعات کړي و الله ولي التوفیق .  ",ددین په چوکاټ کي دځوانۍ پالني لپاره جادویې اصول 4471,," د نواب اكبر بكټي تر مړيني وروسته د بلوچستان په ځينو سيمو كي د پوليسو او مظاهره چيانو ترمنځ د تاوتريخوالي او د خال_خال ډزو او بې امنيو خبرونه وركول كېږي، چي په ځينو ځايو كي حكومتي ودانيو ته اورونه هم اچول سوي دي.په كويټه كي د مظاهره چيانو او پو� �يسو ترمنځ نښته كي د څلورو پوليسو او څلورو مظاهره چيانو د ژوبلېدو خبر وركړل سوى دى. د كويټي په ښار كي پر ګرځبنديز برسېره بيا هم په ښار كي ګډوډي ترسترګو كېږي، ځاى_ځاى پوځي موټران هم ليدل كېږي.د كويټي ښار په سرياب روډ، سبزل منډيي، منوجان روډ، عالمو چوك او نورو سيمو كي ګډوډۍ رواني دي، د كويټي په ملكي روغتون كي ډاكټر ع� �ض محمد وويل چي له عالمو چوك څخه يې روغتون ته دوه زخميان راوړي دي، د نوموړي په وينا د يوه حالت د اندېښني وړ دى.د پوليسو چارواكي وايي چي د مظاهره چيانو او پوليسو ترمنځ تاوتريخوالى روان دى، دوى وايي مظاهره چيانو پر سړكانو موټرانو او ټايرونو ته اورونه اچولي او د حكومت خلاف شعارونه وركوي.همداسي د بلوچستان له نورو علاقو توربت، پنجګور، ډالبندين، نوشكي، ګوادر، ډېره مراد جمالي، ډېره الله يار خان څخه هم د تاوتريخوالي خب� �ونه وركول كېږي. په ګوادر كي د مسلم ليګ ګوند دفترونو او بانكونو ته زيانونه رسېدلي دي، له مختلفو سيمو څخه عيني شاهدان وايي چي حكومت د حالاتو په راقابو كولو كي پاته راغلى دى. ",په كويټه كي ۴ پوليس او ۴ مظاهره چيان زخميان سول 4472,," د بلوڅو د قومي مشر نواب اكبر بكټي دواړه لمسيان براهمدغ او ميرعلي ژوندي دي، د دوى په اړه داسي ګنګوسې وې چي له خپل نيكه نواب اكبر بكټي سره د پاكستاني پوځ په عملياتو كي وژل سوي دي.له مري قبيلې سره تړليو كسانو خبر وركړ چي دوى له دواړو سره خبري كړي دي، هغوى ژوندي او په امن كي دي، د يوه بل بلوڅ مشر مير بالاچ مري په اړه هم په لوم ړنيو خبرونو كي ويل كېدل چي مړ دى، خو دوى وويل چي هغه هم ژوندى دى.د يادولو وړ ده، نواب اكبر بكټي چي د بلوڅ انو قومي مشر وو، تېره ورځ يې د پاكستاني پوځ سره په جګړه كي خپل ژوند له لاسه وركړ، نوموړى له څو مياشتو راهيسي د ډېره بكټي غرونو ته ختلى و او هلته يې د پاكستان د مركزي حكومت خلاف وسله واله مبارزه پيل كړې وه. پاته دي نه وي چي ښاغلى بكټي د څه مودې لپاره د پاكستان د كورنيو چارو وزير او د بلوچستان ايالت والي هم پاته سوى وو. ",د بكټي لمسيان (براهمدغ او ميرعلي) ژوندي دي 4473,," له كابل څخه عبدالله پتمن په غزه کي د فاکس نيوز اژانس دوه تنه يرغمل شوي ژورنالستان خوشي شول. نوموړي ژورنالستان دوې اونۍ مخکي په غزه کي د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوي وو. يرغمل نيکونکو ويلي وو چي دغه ژورنالستان، به تر هغه وخته خوشي نه کړي څو په امريکا کي ټول مسلمان بنديان راخوشي نه شي. دوى د خپلو غوښتنو وروستۍ نېټه تر نن ورځي پوري ټاکلې وه. خو تر اوسه دا روښانه نه ده چي يرغمل نيکونکو دغه ژورنالستان د څه شي په بدل کي خوشي کړي دي، خو څو ورځي وړاندي دغو ژورنالستانو په يوه خپور شوي ويډيويي کسيټ کي ويلي وو چي دوى اسلام قبول کړى او مسلمانان شوي دي. ",په غزه كي نيول شوي ژورناليستان خوشي شول 4474,," تېره ورځ د امريكا په متحده ايالاتو كي د يوې الوتكي د رالوېدو له امله ۵۰ تنه مړه سول. په كام اير شركت پوري اړوند الوتكه د امريكا له ختيځ ايالت كنتاكي څخه د جورجيا ايالت و اتلانتا ښار ته روانه وه.دا د كام اير شركت ۵۱۹۱ نمبر پرواز وو، چي پرون يكشنبه يې جيټ CRJ 100 ډوله الوتكه د اروپا پر وخت د سهار پر لس بجې تر پرواز لږ وروسته د هوايي ډګر په دوه كيلومت� �ۍ كي راولوېده، د هوانوردۍ سازمان د خبر له مخي په پېښه كي ۴۷ تنه مسافرين او درې خدمتګاران مړه سوي دي. ",په امريكا كي د الوتكي د رالوېدو له امله ۵۰ تنه مړه سول 4475,," د بي بي سي راډيو د يو ګزارش له مخي په لبنان كي د حزب الله ګوند مشر سيد حسن نصرالله وايي كه دى پوهېداى چي د اسرائيلي عسكرو يرغمل نيول به دومره غميزه راولاړوي هيڅكله به يې د هغوى د نيولو امر نه واى وركړى.ښاغلي نصرالله دا خبري د لبنان له يوې ټلوېزوني شبكې سره په مركه كي وكړې، نوموړي دا هم وويل چي نور به نه د ده ځواكونه او نه هم د اسرائيلو لورى د دوهم وار جګړې پر خوا حركت وكړي.د حزب الله او اسرائيلو ترمنځ په ۳۴ ورځنۍ جګړه كي تر ۱۰۰۰ ډېر لبنانيان مړه او د اسرائيلو د هوايي بريدونو له امله په زرګونو كسان له خپلو كورنو بېځايه او ښارونه وران سول.اسرائيلو هغه وخت د لبنان پر خاوره تېرى وكړ چي د جولاى پر ۱۲مه د حزب الله جنګياليو دوه اسرائيلي سرتېري د يرغمل په توګه ونيول. د اسرائيلو حكومت اعلان وكړ چي د خپلو دوو سرتيرو د خلاصون لپاره له لبنان سره جګړې ته حاضر دي. خو تر ۳۴ ورځني جنګ وروسته بيا هم په دې و نه توانېدل چي خپل سرتيري ترلاسه كړي.حسن نصرالله وويل اوس زما څخه پوښتنه وكړئ چي كه د جولاى پر ۱۱مه په سلو كي يو فيصد هم پوهېداى چي دومره مرګ ژوبله به اوړي آيا بيا به مي هم دا كار كړى واى؟ جواب مي دا دى چي هيڅكله به مي نه واى كړى، نه د بشري او اخلاقي دلايلو پر بنسټ او نه هم د سياسي، پوځي او امنيتي دلايلو له امله.د حزب الله مشر دا خبري په داسي حال كي كوي چي د ملګرو ملتونو سرمنشي كوفي عنان د لبنان په پلازمېنه بيروت كى دى، ټاكل سوې ده چي نوموړى به د لبنان په جنوب كي د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواكونو د ځاى پر ځاى كولو په اړوند د دغه هيواد له چارواكو سره خبري وكړي. ",حسن نصرالله: كه پوهېداى هيڅكله به مي امر نه واى وركړئ 4476, قدوسي سلیمانخېل,"   قرآنکریم د ټول اسلامي امت دستور ، قانون او د هغه د نهضت اساس دی ، د هغه په وسېله الله تعالی انساني ټولنه د جهالت له تیارو ځخه د پوهني رڼا ته او له ګمراهي ځخه هدایت ته راباسي او په هروخت کي له فتنو ځخه د نجات یوه غوره وسېله ده او له شهواتو او شبهاتو ځخه یو ښه محافظ او ساتونکی دی . ځمونږ په موجوده عصر کي چي فتنې پرله پسې او ډېري شوي دي او زیات ګواښ یې ځواني طبقې ته متوجه دی ددې اړتیا احساس کېدله چي څرنګه یو ځوان چي له دې فتنو ځخه د خلاصون هڅي کوي د خلاصون او پاکدامني اهم مرجع ته چي د الله تعالی کتاب قرآنکریم دی رهنمایې کړو په داسي حال کي که چا په دې قرآنکریم منګولي ولګولې نو کله به هم لالهانده او بېلاري نشي . مونږ د ځوانانو ټولنه نن ورځ  دې ته زیاته اړتیا لرو چي په څه شکل د الله تعالی له کتاب سره تعامل وکړو ددې لپاره د هغو صحابه وو ځوانانو د حالاتو څېړل ضروري  وګڼل شوه څوک چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر څنګ پاتي شوي او له هغه ځخه یې زدکړي کړي دي او د الله تعالی له مقدس کتاب سره د تعامل په لاره کي ځلانده مشالونه دي . د تفوق لپاره بې کچه مینه  د الله تعالی د کتاب او د هغه په علومو کي دتنکیو صحابه ځوانانو بې انتهاء حرص او بې کچه مینه دې حد ته رسېدلي وه چي د بخاري او مسلم  په یوه حدېث کي رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت په دې ګماري چي د قرآني علومو په هکله له څلورو اصح ابو ځوانانو ځخه معلومات تر لاسه کړي : عبد الله بن مسعود، سالم مولی أبي حذیفه ، أبي بن کعب او معاذبن جبل د بخاري او مسلم په یوه ح دیث کي أنس رضي الله تعالی عنه د معاذ بن جبل تر څنګ د یوه بل تنکي ځوان صحابي زید بن ثابت رضي الله تعالی عنه په هکله ددې شاهدي ورکوي چي د رسول الله صلی الله علیه و سلم په زمانه کي څلورو ځوانانو چي ټول له انصارو ځخه وو قرآنکریم رایو ځای کړی وو چي هغوی أبي بن کعب معاذ بن جبل أبوزیداو زید بن ثابت رضوان الله تعالی عنهم أجمعین دي . څلور ځوانان راځي ځما ځوانانو وروڼو چي همدغه  څلور اصحاب ځوانان له نژدې ځخه وپېژنو چي قرآنکریم هغوی کوم مقام ته ورسول او هغوی په قرآنکریم او د هغه په علومو کي څومره برلاسي لاس ته راوړي دي: ځوان عالم معاذ بن جبل رضي الله تعالی عنه اهل السیر او اسلامي تاریخ پوهان په دې هکله ټول په یوه رایه دي چي دا ځوان صحابي په اتلسمه هجري سنه کي د عمر بن الخطاب د خلافت په دوران کي د عمواس په طاعون کي وفات شوی څوک وایې چي د وفات په وخت کي یې عمر ۳۳ کاله وو او نور وایې چي ۳۸ کاله وو نو د هجرت په وخت کي به یې عمر په یوه حساب پنځلس او په بل شل کاله وي . نو راځۍ چي وګورو چي قرآن کریم دا شل کلن ځوان کوم مقام ته ورسولو؟   قرآنکریم معاذ بن جبل رضی الله تعالی عنه  تر مشرانو او کشرانو صحابه کرامو په فقه او علم کي وچت کړ او دا هلته څرګندېږي کله چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مبارکي خولې ځخه واورې چي هغه وایې : أعلم أمتي بالحلال والحرام معاذ بن جبل . رواه أحمد،  په حلال او حرام باندي ځما د امت تر ټولو ستر عالم معاذ بن جبل دی ، په بل حدیث کي فرمایې :  وأخبر عنه أنه يأتي يوم القيامة إماما للعلماء قد سبقهم جميعا برتوة، أي رمية سهم أو رمية حجر. معاذ بن جبل (رض) به د قیامت په ورځ د علم اوو د امام په حیث را څرګند شي چي له هغوی ټولوځخه به د یوه ویشتل شوي غشي د هدف په اندازه مخ ته را روان وي . قرآنکریم معاذ بن جبل رضي الله تعالی عنه هر نېک کار ته رهنمایې کړی وو ددې ګواه کعب بن مالک(رض)  دی چي د معاذ(رض)  په هک� �ه فرمایې : كان معاذ بن جبل شابًّا جميلا سمحًا من خير � �باب قومه لا يسأل شيئا إلا أعطاه. معاذ بن جبل (رض) یو ښایسته خوش اخلاقه او د خپل قوم په ځوانانو کي تر ټولو غوره ځوان وو چي چا به څه ځیني وغوښتلو تش لاسی یې نه واپس کولو ضرور به یې څه ورکولو وعن أبي مسلم ا� �خولاني قال: أتيت مسجد دمشق فإذا حلقة فيها كهول من أصحاب محمد وإذا شاب فيهم أكحل العين براق الثنايا كلما اختلفوا في شيء ردوه إلى الفتى، قال: قلت لجليس لي من هذا؟ قالوا هذا معاذ بن جبل . ابومسلم الخولاني (رض) فرمایې : ددمشق مسجد ته ورغلم یوه ډله خلګ حلقه دي چي په دوی کي  سپین ږیري صحابه کرام هم وو په دوی کي یو تور سترګی کم عمرځوان  چي د مخي غاښونه یې برېښېدل هم ناست دی چي کله به په یوه مسأله کي د هغوی په مینځ کي اختلاف پېښ شو ده ته به یې مخ ور واړولو او هغه ځوان به فیصله ور وکړه ، ماله خپل انډیوال ځخه پوښتنه وکړه چي دا ځوان څوک دی هغه راته وویل چي دا معاذ بن جبل (رض) دی . په اخېر کي هغه مېډال کفایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته عنایت کړ او ورته ویې ویل والله إني لأحبك . ځما د قسم په خدای وي چي زه له تاسره مینه لرم آیا تر دې به بل ستر ویاړ او لوی د عظمت مېډال  بل وي؟  هيڅکله نه  . ځوان شاګرد عبد الله بن مسعود رضي الله تعالی عنه : بل نوی ځوان  هلک عبد الله بن مسعود (رض) هغه ځوان  شاګرد دی چي رسول الله صلی ا� �له علیه وسلم هغه ته دالقب پخپله ورکړی دی  راځۍ ددې ځوان له خولې ځخه پخپله قصه واورو هغه وایې : زه یو نوی ځوان هلک وم د عقبة بن معیط رمه مي پووله رسول الله صلی الله علبیه وسلم او أبوبکر رضي ال� �ه تعالی عنه له مشرکینو ځخه را تښتېدلي وو راغللو او ما ته یې وویل :  يا غلام هل عندك من لبن تسقينا؟ قلت: إني مؤتمن ولست ساقيكما فقال النبي صلى الله عليه وسلم: هل عندك من جذعة لم ينز عليها الفحل؟ قلت: نعم فأتيتهما بها فاعتقلها النبي صلى الله عليه وسلم ومسح الضرع ودعا فحفل الضرع ثم أتاه أبو بكر رضي الله عنه بصخرة منقعرة فاحتلب فيها فشرب وشرب أبو بكر ثم شربت ثم قال للضرع: اقلص فقلص فأتيته بعد ذلك فقلت: علمني من هذا القول قال: إنك غلام معلم قال: فأخذت من فيه سبعين سورة لا ينازعني فيها أحد ""[رواه أحمد وهو صحيح]. وه هلکه ؛ څه شېدې در سره شته چي را باندي ویې څښې ؟ ما ورته وویل : چي دا پسونه له ماسره د مالک امانت دي اوپه  تا سو یې شیدې نشم څښلای ، رسول الله صلی ال� �ه علیه وسلم راته وویل : چي یوه وچه مېږ نشته چي مینده نه وي ور باندي ختلی ؟ ماورته وویل : شته ، وچه مېږ مي ونیوله او ورته رامي وستله  رسول الله صلی الله علیه وسلم وتړله  د هغې په تیو یې لاس تېر کړ او دعا یې وکړه د مېږي تي له شیدو ځخه ډک شولو أبوبکر رضي الله تعالی عنه یوه ژوره ډبره (چي لوښي ته ورته وه)  راوړه او مېږ یې په کي ولوشله او دوی دواړو هغه شېدې وڅښلې  او وروسته بیا ما هم وڅښلې،  بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه تي ته وویل چي (د مخکي په شان) کوچنی شه هغه کوچنی شولو ، زه ورته راغلم او ورته ومي ویل چي دا دعا ماته هم � �اوښیه هغه (ص) راته وویل چي ته ځوان زده کوونکی یې  بیا ما د رسول الله صلی الله علیه وس� �م له مبارکي خولې ځخه اویا سورتونه یاد کړل چي چا راسره په کي اختلاف نه دی کړی . عبد الله بن مسعود (رض) له قرآنکریم سره ټینګه علاقه در� �ودله او د هغه مقام د رسول الله صلی الله علیه وسلم په نزد ډېر وچت وو، دی هغه شخصیت وو چي رسول الله صلی الله ور ځخه د قرآنکریم د تلاوت کولو غوښتنه کړي وه كما في الصح يحين أن النبي قال له: ""اقرأ علي . قال : قلت : اقرأ عليك وعليك أنزل ؟ قال : إني أشتهي أن أسمعه من غيري . قال : فق� �أت النساء حتى إذا بلغت : { فكيف إذا جئنا من كل أمة بشهيد وجئنا بك على هؤلاء شهيدا } . قال لي : كف ، أو أمسك . فر� �يت عينيه تذرفان . رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : د قرآنکریم  تلاوت را باندي واوروه ، عبدالله بن مسعود (رض) ورته وویل چي قرآنکریم په تا نازل شوی دی او زه یې درته تلاوت کړم ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي ځما دا خوښېږي چي د بل له خولې ځخه یې واورم ، ما د سورة النساء تلاوت پیل کړ تر څو چي{ فكيف إذا جئنا من كل أمة بشهيد وجئنا بك على هؤلاء شهيدا } ته را و� �سېدلم رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وویل چي په همدغه ځای ودرېږه، کله چي ما ورته وکتل له مبارکو سترګو یې اوښکي را رواني وې . د آیت ترجمه ده : نو څرنګه به وي کله چي مونږ (دقیامت په ورځ) له هر امت ځخه یو ګواه راولو او تا په هغوی باندي شاهد و ګ� �زوو. دا هغه نبوي � �هادتنامه ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم عبدالله بن مسعود (رض) ته ورکړه کوم چي د هغه په ښکلي تجوید او ښکلي صوت او دهغه د زړه په خضوع او خشوع دلالت کوي  که داسي نه وي ولي بل چا ته نه وایې چي هغه ته قرآنکریم واوروي ، دا یوه بله شهادتنامه ده چي د مخګینۍ شهادتنامې تایید کوي (ص) فرمایې :  (مَنْ سَرَّهُ أَنْ يَقْرَأَ القُرْآنَ رَطْباً كَمَا أُنْزِلَ، فَلْيَقْرَأْهُ عَلَى قِرَاءةِ ابْنِ أُمِّ عَبْدٍ). که څوک په دې خوشا� �ه کېږي چي قرآنکریم لکه څرنګه چي نازل شوی دی هغسي تازه یې  تلاوت کړي نو دابن أم عبد په قراءت د یې تلاوت کوي . او ابن أم عبد  عبد الله بن مسعود رضي الله تعالی عنه دی  کوم چي د ځان په هکله فرمایې : : مَا نَزَلَتْ آيَةٌ مِنْ كِتَابِ اللهِ إِلاَّ وَأَنَا أَعْلَمُ أَيْنَ نَزَ� �َتْ، وَفِيْمَا نَزَلَتْ . د � �رآنکریم هیڅ آیت نه دی نازل شوی مګر زه په دې خبریم چي هغه آیت په څه کي او چېرته نازل شوی دی . عبد الله بن مسعود رضي الله تعالی عنه هغه شخصیت دی چی د صحابه کرامو سترو شخصیتونو د هغه په فضل او برتري اقرار کړی دی ، علقمة رضي الله تعالی عنه وایې یو سړی عمربن الخطاب (رض) ته راغی او ورته ویې ویل : له داسي یوه سړي ځخه درته راغلی یم چي قرآنکریم له یاد ځخه � �یکي او لولي ، عمر (رض) وارخطا شولو او هغه سړي ته یې په غصه کي وویلو هلاک شې ځان ته د پام دی چي ته څه وایې ؟ هغه سړي ورته وویل : رېښتیا درته وایم، عمر (رض) ور ځخه وپوښتل چي داڅوک دی چي له یادو ځخه قرآن لولي؟  هغه ورته وویل : عبد الله بن مسعود دی ،عمر(رض) ورته وویل : چي بل څوک تر هغه زیات عالم ددې حقدار نشته چي قرآنکریم په یاد تلاوت کړي او بیا یې وویل چي مااو أبوبکر (رض) له رسول الله صلی الله علیه وسلم ځخه په خپلو غوږونو آورېدلي دي چي هغه وفرمایل : (مَنْ سَرَّهُ أَنْ يَقْرَأَ القُرْآنَ رَطْباً كَمَا أُنْزِلَ، فَلْيَقْرَأْهُ عَلَى قِرَاءةِ ابْنِ أُمِّ عَبْدٍ). که څوک په دې خوشا� �ه کېږي چي قرآنکریم لکه څرنګه چي نازل شوی دی هغسي تازه یې  تلاوت کړي نو دابن أم عبد په قراءت د یې تلاوت کوي . اومونږ ته معلومه شوه چی ابن أم عبد  عبد الله بن مسعود رضي الله تعالی عنه دی  بل ځوان صح ابي زيد بن ثابت رضي الله تعالی عنه: کومه بې کچه مینه چي مونږ په نورو صحابه کراموکي ګورو په هماغه اندازه یې په تنکي ځوان زید بن ثابت (رض) کي وینو ، دا هغه ځوان دی چي قوم یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راځي او په ډېر ویاړ سره و� �ته وایې : هذا غلام من بني النجار معه مما أنزل الله عليك بضع عشرة سورة، فأعجب ذلك النبي صلى الله عليه وسلم وقال: ""يا زيد، تعلم لي كتاب يهود؛ فإني والله ما آمن يهود على كتابي"". قال زيد: فتعلمت كتابهم ما مرت بي خمس عشرة ليلة حتى حذقته، وكنت أقرأ له كتبهم إذا كتبوا إليه، وأجيب عنه إذا كتب""[رواه البخاري وأحمد]. دا ځوان له بني نجار قبیلې ځخه دی او ورسره په یاد څولسه سورتونه د قرآنکریم دي کوم چي په تا نازل شوي دي رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته په تعجب کي شولو او ورته ویې ویل : زیده؛ ځما لپاره د یهودو د ژبي لیک او لوست زده کړه ځکه چي زه قسم په خدای دی له یهودو ځخه قرآنکریم مح فوظ نه ګڼم ، زید وایې : چي تر پنځلس ورځو په کم وخت کي مي د یهودو د ژبي لېک او لوست زده کړ او په کي ماهر شولم بیاچي به کله د هغوی لېکونه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راتللو مابه ورته ژباړل او د هغوی په ژبه کي مي یې ځوابونه لیکل . دا هم باید تاسوته معلومه وي چي زید بن ثابت هغه وخت اسلام قبول کړ کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته تشریف راووړ او عمر یې څه د پاسه لس کاله وو او د بدر غزا ته هم د ماشومتوب په وجه پري نه ښودل شو ، د أحد په غزا او وروسته په نورو غزواتو کي شرېک شوي دي ، دا تنکی ځوان هغه څوک وو چي په رسول الله صلی الله علیه وسلم به کومه وحی راتله هغه به یې لیکله او د مدینې منورې له اوو مشهورو فقهاوو ځخه وشمېرل شو ، دا هغه عالم ځوان وو چي عبد الله بن عباس رضي الله تعالی عنه به سره له دې چي د ستر منزلت او عالي مقام خاوند وو د معلوماتو د لاس ته � �اوړلو لپاره د هغه کورته ورتللو او ویل به یې : العلم يؤتى ولا يأتي . علم ددی حق لري چي خلګ ورته ورشي نه دا چي هغه خلګو ته ورشي . دا عالم ځوان هغه څوک وو چي عمر بن الخطاب رضي الله تعالی عنه د خپل خلافت په دوران کي قاضي وټاکلو او د هغه په نه موجودیت کي د هغه نایب وو او د أمېر الم ومنین دندي به یې سرته رسولې . د هغه مقام او منزلت دلته معلومېږي چي د أبوبکر رضي الله تعالی عنه د خلافت او بیا د عثمان رضي الله تعالی عنه د خلافت په دوران کي دوه ځلي د قرآن کریم د رایوځای کولو د مراقب  شرف ورته ح اصل شولو ځکه یې دا شرف هغه ته سپارلو چي هغه  دټینګي  حافظې ، دیانت ،  تقوی او خوشخطي له پلوه د بشپړ اعتماد او باور وړ شخصیت وو الله تعالی د ورځخه خوشاله شي . بل ځوان صحابي سالم مولى أبي حذيفة رضي الله تعالی عنه سالم یو د ټیټي  رتبې مرییی (غلام) وو چي د أبو حذیفة په کور کي به یې چوپړ وهلو اسلام د هغه شان وچت کړلو او د قرآنکریم په برکت هغه د اصحابو په مینځ کي د عزت او عظمت ستر م� �ام پیدا کړ د فضایلو او ښو اخلاقو یو ځلانده مشال و ګرځېدلو ، د هغه اخلاق او تقوی د هر چا لپاره یو سمبول جوړ � �و  ټولو اسلامي ارزښتونو د هغه په غوښه او وینه کي خوځښت کولو ، دادی  له قرآن او اسلام سره د هغه د بې کچي میني په اساس دپرون ورځی ټیټ رتبه غلام نن خپل بادار أبوحذیفه بن عتبة  خپله ورېره فاطمه بنت الولید بن عتبه هغه ته د هغه د اسلامي ستر شخصیت کېدلو په وجه ور په نکاح کوي . د أبوبکر صدیق رضي الله تعالی عنه د خلافت په زمانه کي چي کله له مرتدینو سره جګړي پیل شوې نېکمرغه خاتمه د همدغه ځوان زلمي صحابي په برخه شوله چي د مرتدینو په مریو یوه تېره توره وه د یمامې په ورځ  چي کله د زید بن الخطاب له لاسه د مهاجرینو بیرغ  ولوېدلود هغه په مبارکولاسونو  وچت شولو او بیا یې له دې وېري چي اسلامي بیرغ یې له لاسه و نه لوېږي ځان ته یې په ځمکه کي ژور غار وکېنلو او په هغه کي یې په ښي لاس بیرغ او په کېڼ لاس یې توره چلوله تر څو یې ښی لاس د یوه مرتد په توره غوڅ کړل شو په کېڼ لاس یې بیرغ وچت کړ  او په لوړ آواز یې دا آیت کریمه تلاوت کولو تر څو د م� �تدینو د تهاجم په نتېجه کي یې د شهادت جام و څښلو انا لله و انا الیه راجعون . { وكأيّ من نبي قاتل معه ربيّون كثير، فما وهنوا لما � �صابهم في سبيل الله وما ضعفوا وما استكانوا والله يحب الصابرين} ګڼ شمېر انبیاء داسي وو چي خدایې ملګري به یې په خواکي جنګېدل کله هم د الله تعالی په لاره کي د ورپېښېدونکو ستونزو او آزموینو په وړاندي سرټیټي ، کمزوري او عاجزه نه شول او ا� �له تعالی صبر کوونکي انسانان خوښوي .  دا زلمی شهېد هغه څوک ووچي رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه په ملګرتیا د الله تعالی حمدوثنا ویلي ده :  الحمد لله الذي جعل في أمتي مثلك [رواه أحمد].  ټوله ستاینه هغه ذات لره ده چي ستا په شان ځوانان یې ځما په امت کي پیدا کړي دي . نور زلمي شخصیتونه: یواځی همدغه  یاد شوي ځوانان نه دي چي د قرآنکریم په بېساري م ینه خړوب وو بلکه د صحابه وو په مېنځ کي نور هم ګڼ شمېر زلمیان په سترګو کېږي چي د قرآنکریم اد د هغه د اسرارو م ینه وال وو چي د هغوی له جملې ځخه یو هم عمروبن سلمة رضي الله تعالی عنه دی هغه وایې  چي مابه له هغو اصحابو ځخه چي له مدینې منورې ځخه به مېلمانه او یا مسافر راتللو د قرآنکریم په هکله معلومات � �ایوځای کولو تر څو مي زیات قرآنکریم په حافظه کي ځای ونېولو او چي کله مکه مکرمه فتح شوله زمونږ د اقوامو وفدونه اونماینده ګان  د اسلام د قبلولو لپاره هلته  ته تللو ځما پلار هم د خپل قوم په نمایندګي  د اسلام د منلو لپاره هلته ولاړکله چي هلته په اسلام مشرف � �ولو او بېرته راتللو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : قدموا أكثركم قرآنًا قال: فنظروا وإني لعلى حِواء عظيم(أي مكان فيه عدد كبير من الناس)، فما وجدوا فيهم أحدًا أكثر قرآنًا مني، فقدموني وأنا غلام""[رواه أحمد]. په تاسو کي چي د یوچا زیات قرآنکریم په یاد وي هغه په لمانځه کي مخته کوۍ او کله چي هغوی راغللو زه یې د یوې غټي ټولۍ په مېنځ کي ولیدلم او تر ما زیات قر� �نکریم د چا په یاد نه وو زده زه په ټولو کي کم عمره زلمی وم او لمانځه ته یې مخکي (امام) کړم . په همدې شکل بل زلمي صحابي براء بن عازب � �ضي الله تعالی عنه وایې چي کله رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته تشریف راووړ زه د لسو کالو وم او د قرآنک� �یم غټ سورتونه مي زیات تره یاد وو [طبقات ابن سعد]. د ټول امت د ستر فقیه او عالم او ستر مفسرعبد الله بن عباس رضي الله تعالی عنه په هکله به ټول خبر وي چي کله رسول الله له دنیا سترګي پټولې هغه تر لسو کلونو معمولي غوندي اوښتی وو. د قرآنکریم د ح املینو فضیلت : څه چي مونږ  یاد کړل هغه زمونږ د زلمیانو لپاره ژوندۍ نمونې دي زمونږ زلمیان کولای شي د هغوی په پلونو خپل پلونه کېږدي او هغه برم چي صحابه وو زلمیانو د قرآنکریم په برکت لاس ته راوړی وو هغوی یې هم خپل کړي او خپلي  د ځواني بهتریني شېبې د الله تعالی د کتاب حفظ او یادولو ته وقف کړي ،  ولي نه،  ځکه چي زمونږ ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم زېری راکوي او فرمایې : خيركم من تعلم القرآن وعلمه""[رواه البخاري]. په تاسو کي غوره هغه څوک دی  چي پخپله هم قرآنکریم زده کړي او نوروته یې هم وښیي او ور زده یې کړي . بل داچي قرآنکریم د یو چا په سېنه کي پروت وي هغه هم په ژوند کي په نورو برتري لري ځکه چي شریعت هغه څوک د امامت ح� �دار ګڼي چي په قرآنکریم کي مهارت لري چي دا حدیث شریف یې ښکاره ثبوت دی : يؤم القوم أقرؤهم لكتاب الله، فإن كانوا في القراءة سواء فأعلمهم بالسنة...""[رواه مسلم]. د قوم امامت به هغه څوک کوي چي د قرآنکریم غوره لوستونکی وي او که په دې کي سره مساوي وو بیا هغه څوک د امامت حقدار دی چي په سنت نبوي کي زیات علم او خبرتیالري . او له مړیني وروسته هم د قرآن کریم د حافظ مقام وچت دی ځکه چي أحد د غزا په شهېدانو کي رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه چاته په لحد کي د تدفین د اولیت حق و� �کولود چاچي قرآنکریم زیات په یاد وو او یایې د قرآنکریم په هکله معلومات اضافه وو او په خپله یې د قیامت په ورځ د هغه لپاره د ګواهي وعده ورسره کړي ده،  آیا دا ویاړ زمونږ د قرآنکریم مینه والوزلم یانو لپاره کفایت نه کوي چي د قیامت په ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوی ګواه شي : فعن جابر بن عبد الله رضي الله عنهما قال: كان النبي صلى الله عليه وسلم يجمع بين رجلين من قتلى أحد، ثم يقول: ""أيهم أكثر أخذًا للقرآن؟"" فإذا أشير له إ� �ى أحدهما قدمه في اللحد؛ فقال: أنا شهيد على هؤلاء يوم القيامة...""[رواه البخاري]. جابر رضي الله تعالی عنه روایت کوي چي رسول الله صلی ا� �له علیه وسلم به د أحد شهېدان دوه دوه کسان په یوه قبر کي ښخولو او پوښتنه به یې کوله چي د چا د قرآنکریم په هک� �ه معلومات زیات وو؟ چي څوک به په ګوته شول هغه به یې ړومبی لحد ته ښکته کولو او فرمایل به یې چي : زه به ددې کسانو د قیامت په ورځ ګواه یم . بل دا چي د یو چا قرآنکریم څومره زیات په یاد وي په هماغه اندازه به یې په جنت کي مقام هسک وي لکه په دې حدیث شریف کي چي د انسانیت رهنما زمونږ ستر پېشوا صلی الله علیه وسلم فرمایې : عن عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: ""يقال لصاحب القرآن اقرأ وارتق ورتل كما كنت ترتل في الدنيا فإن منزلتك عند آخر آية تقرأ بها"" [رواه الترم ذي وأبو داود]. عبد الله بن عمرو رضي الله تعالی عنهما روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل: د قرآنکریم خاوند ته به د� �یامت په ورځ وویل شي چي تلاوت کوه او په جنت کي لوړځه ځکه چي ستا منزل به هلته وي  چېرته چي وروستی آیت تلاوت کړې (سبحان الله) داسی نصوص او روایتونه ډېر زیات راغلي دي کوم چي یې د اسلام د لومړۍ قافلې ځوانان د قرآنکریم د حفظ او تلاوت او د هغه په علومو کي د مهارتونو د لاس ته راوړلو په لور هڅول آیا دا به غوره نه وي چي مونږ هم خپل ځوان نسل دې لورته تشویق کړو څومره د خوند خبره به وي که مونږ هم د صحابه وو له کاروان سره یوځای شو . خبره یواځي د قرآنکریم د یادولو نه ده د رسول الله ص� �ی الله علیه وسلم په ځوانانو ملګرو کي یواځي خبره د قرآنکریم تر حفظ پوري مختصره نه وه چي تجوید او تلاوت یې و� �ي  بلکه د قرآنکریم ځخه یې احکام او حدود زده کول او هغه یې په خپل ژوند او د ژوندانه په چارو کي عملا تطبیق کول  اصلي مقصد وو ، د قرآنکریم حفظ خو ددې سترو مقاصدو د لاسته � �اوړلو لپاره یوه وسېله ده چي انسان به د هغه تلاوت کوي او د تلاوت په وخت کي به د هغه په مفاهیمو او معانیو کي ژور فکر او سوچ وهي او په خپل ځان ، کورنۍ ، چاپېریال او ټولنه کي به هغه په عملي شکل تطبیق کوي عبد الله بن م سعود رضي الله تعالی عنه فرمایې : كان الرجل منا إذا تعلم عشر آيات لم يجاوزهنَّ حتى يعرف معانيهنَّ، والعمل بهنَّ""[أخرجه الطب� �ي]. په مونږ کي چي به کله یوچا لس د قرآنکریم آیتونه یاد کړل نور به تر هغه وخته په مخ نه تللو چي ترڅو به یې د هغو لسو آیتونو په مفهوم ځان نه وو پوه کړی او عمل به یې نه وو ورباندي کړی . دقرآنکریم نوروته ورښوول او ورزده کول ځوانانو اصحابو دا هم درک کړی ده چي د قرآنکریم یادول له هغوی ځخه دا غواړي چي د هغه د تعلیم واجب هم ادا کړي او دا یې خپله فریضه ګڼله لکه څرنګه چي ددې حدیث شریف محتوا ور باندي دلالت کوي .  خيركم من تعلم القرآن وعلمه""[رواه البخاري]. په تاسو کي غوره هغه څوک دی  چي پخپله هم قرآنکریم زده کړي او نو� �وته یې هم وښیي او ور زده یې کړي .  همدا وجه وه چي عمر بن الخطاب رضي الله تعالی عنه د خپل خلافت په زمانه کي مجمع بن جاریة رضي الله تعالی عنه کوفې ته د قرآنکریم د تعلیم او ښووني لپاره واستولو . ",قرآنکریم او زمونږ زلمي ځوانان 4477,,"                               &n; bsp;               نن غرمه د ۱۲ بجو په شاوخوا كي د هلمند و� �ايت په لښكرګاه ښار كي يوه درنه چاودنه وسوه چي له امله يې ۱۷ تنه مړه او ۴۷ ټپيان سول. په هلمند كي چارواكي وايي دا ځانمرګى بريد وو چي د ښار په يوه ګڼ مېشتې سيمه كي د يوه ماركېټ مخته چيري چي د عامو خلكو گڼه ګوڼه وي ترسره سو. د چارواكو په وينا د پېښي قربانيان � �ېرى ملكي كسان دي چي ۱۵ تنه يې ماشومان دي. بل پلو د طالب جنګياليو وياند ومنل چي بريد د دوى له خوا ترسره سوى دى، خو نوموړي د ريموټ كنټرول بم وباله او ويې ويل چي موخه يې خان محمد مشهور په ((خانو)) د كمونيستانو د دورې يو پخوانى كومندان و، چي د ده په وينا په ب� �يد كي له منځه تللى دى. د هلمند چارواكي هم په بريد كي د خان محمد، د هغه د ورور او د درو ساتونكو د وژل كېدو خبره مني، خو دا نه مني چي د بريدكوونكي اصلي موخه كومندان خان محمد وو. طالب وياند د دولت دا ادعا ردوي چي د پېښي قربانيان ولسي وګړي دي، نوموړي وويل اول خو دوى فكر نه كوي چي په بريد كي دي ولسي وګړو ته زيان رسېدلى وي، خو كه داسي وي نو دوى د ملكي قربانيانو پر وژنه خوا� �يني دي. ",په لښكرګاه كي چاودني ۱۷ تنه مړه او ۴۷ ټپيان كړل 4478,," د بلوڅ ملتپال مشر اكبر بكټي تر مړيني وروسته نن هم د بلوچستان ايالت په گڼو ښارونو كي پر تګ راتګ بنديز دى او د كاروبار مركزونه ټول بند دي. د بلوچستان په ساحلي ښار پسني كي د ډزو له امله ۱۰ تنه ټپيان سوي دي او په كلات ښار كي څو عرادې د تيلو ټانك� �ونه سوځل سوي دي.په سند ايالت كي هم د پرون په شان ګرځبنديزى دى او د سياسي ګوندونو له خوا احتجاجي مظاهرې � �واني دي.د كويټي ښار په سرياب روډ كي احتجاجي مظاهرې وسوې چي پوليسو په لسګونو كسان ځني نيولي دي، په كويټه كي د پوليسو يو چارواكي سلمان سيد وايي دغه كسان پوليسو له قانون څخه د سرغړوني په تور نيولي دي.د بلوچستان په نورو علاقو ګوادر، توربت، خضدار، ډيره مراد جمالي او نورو سيمو كي هم ګرځبنديز روان دى، د يوه تازه خبر له مخي په پسني ښار كي د ډزو له امله يوه ماشوم خپل ژوند له لاسه وركړى دى.خو د بلوچستان په شمالي سيمو ږوب، � �ورلايي او نورو سيمو كي ګرځبنديز نسته. ",د بلوچستان په مظاهرو كي ۱ تن مړ او ۱۰ كسه ټپيان سول 4479,," ", 4480, قدوسي سلیمانخېل," د ملګرتیا � �ولونه او مفهوم ملګرتیا د نسبت له پلوه څو ډولونه لري  که یې نسبت الله تعالی ته وکړې نوله الله تعالى سره د م� �ګرتيا مفهوم دا دی چي هغه هميشه د خپل قول وفعل نګران وګڼې د هغه خوف او وېره د تل او په هرحالت کي په زړه كي وي د هغه هيبت د مراقب وي  د هغه اوامر د منلي وي او له كوموكارونو چي ئي منع كړی ئي له هغو ځخه د ځان ساتلی وي او هغه نيك كارونه چي هغه د الله تعالى د رضا موجبات وي هميشه د هغه په تكل او تلاش كي ئي او ژبه د هميشه د الله تعالى په شكراوذكر لنده وي  دا دالله تعالى د ملګرتيا او ميني معنا دي . عن عبد الله بن سلام قال قال موسى عليه الس� �ام يا رب ما الشكر الذي نبغي لك قال لا يزال لسانك رطبا من ذكري  (الدرالمنثور) عبد الله بن سلام فرمائي چي موسى عليه السلام الله تعالى ته وْويل : اې زماربه زه ستا شكر په كوم شكل ادا كړم ؟ الله تعالى ْورته وْويل چي خپله ژبه تل زما په يادلنده ساته . او كه څوك د الله تعالى د اوامرو پابند نه وي د هغه حكمونو ته غاړه نه ږدي او � �ه محرماتو او منكراتو ځخه لاس نه آخلي نو بيا كه هغه د الله تعالى د صحبت او محبت دعوا كوي او دهغه د رحمت تمنا كوي نو دا ادعا او تمنا ئي بېځايه ده . په رابعه بصري رحمةالله تعالى عليها چي به كله دالله تعالى د ميني حا� �ت غالب شو دابه ئي ويل : تعصي الاله وأنت تظهر حبه ..........................................   هذا محال في الفعال بديع لو كان حبك صادقا لاطعته ...........................................  ان المحب لمن أحب مطيع ته دالله تعالى د ميني اظهاركوې او اوامرو ته ئي غاړه نه ږدي دا امكان نلري او دا د نويه طريقه خپله كړي ده كه ستا مينه په ريښتياوای تا به د هغه اطاعت كولو ځكه چي مين د خپل معشوق فرمانبردار وي .       د ملګرتیا نسبت چي کله  رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وشي د هغه د صحبت او ملګرتيا مفهوم په هغه ايمان راوړل او د هغه د قولي او فعلي سنتونو اتباع او په ځان ، کورنۍ ، ټولنه او چاپېریال کي عملي كول دی الله تعالى فرمائي :  (و ماآتاكم الرسول فخذوه وما نهاكم عنه فانتهوا)  هغه څه چي تاسوته ستاسو پيغمبر(ص) دركړي دي هغه درنيسۍ او له كوم شي ځخه چي ئي تاسي منع كړي ياست له هغه ځخه خپل ځانونه وژغورۍ . بل ډول ملګرتیاله علماوو مسلمانو پوهانواودالله تعالى له دوستانو (اولياءالله تعالى) سره ده د هغوی ددوستي معناله هغوي سره مينه اومحبت کول ، د هغوی د اړتیا په صورت کي د هغوي خدمت کول ، اود شريعت په چوکاټ كي د هغوي قدر او احترام كول او د هغوي له علم پوهني او فيوضاتو ځخه متبرك كيدل او دهغوي د ارشاداتو مطابق چي له � �ريعت سره موافق وي خپل ژوند سمبالول دی . بل ډول ملګرتیا له حقدارانو او مشرانو سره ده له مشرانو سره دملګرتیا مفهوم د هغوی احترام کول ، د هغوی خبري منل د هغوی په هدایاتو چي له دین سره تضاد ونلري او معصیت په کي نه وي عمل کول ، له هغوی سره په حیاء او ادب سره چال چلند کول او په د هغوی په حضور او غیاب کي د هغوی عزت کول او له توهېن ځخه یې ځان ساتل دی دا هر څه په شریعت سره ثابت دي چي پخپل ځای به د هرڅه بشپړ تفصیل وشي انشاء الله تعالی . بل ډول ملګرتیا له کشرانو اوماشومانو سره ده له کشرانو سره د ملګرتیا مفهوم هغوی په خپله مینه خړوبول ، د هغوی پاملرنه کول ، په مینه او محبت د هغوی د اخلاقو او کړو وړواو تعلقاتو نګراني کول د دین په چوکاټ کي د هغوی زده کړي ، روزني او پوهني ته پاملرنه کول   اود یو مشفق پلار په څېر په هغوی باندي شفقت کول دی بل ډول ملګ� �تیا له خپلو مېرمنو سره ده له خپلي مېرمني سره د ملګرتیا مفهوم تر هر څه د مخه د هغې  په دین خبرول ، په ښو اخلا� �و او نرمي سره هغه د اسلام د احکامو لکه لمونځ ، روژه ، نوافل ، د تهجد او اشراق د لمونځونو لورته تشویق کول ، د هغې زړه په لاس کي نېول ، هر وخت د هغې دښځینه جسمي او ذهني کمزورتیا خیال ساتل ، د هغې د خدمتونو چي ستا او ستا د مېلمنو او خپلو خپلوانواو ستاد اولاد یې په سر اخېستي دي قدر داني کول ، د کور په کارونو اودرنو خدمتونو کي په تېره بیا د هغې د ناروغي په صورت کي له هغې سره شریک کېدل ، د قدرت مطابق د هغې د ناروغتیاوو په صورت کي په متخصصو ډاکټرانو د هغې علاج او معالجه کول اوهروخت د هغې په حضور کي د ترغیب لپاره او په غیاب کي او وروسته له مرګه دعا کول دي . بل ډول ملګرتیا له عامو بېسوادو مسلمانانوسره ده له هغوی سره د صحبت مفهوم دا دی چي هغوي ته د همدردي په سترګه كتل ، په هعوي زړسوی كول چي الله تعالى د علم او پوهني له نعمت ځخه محروم كړي دي او د الله تعالى ددي ستر نعمت شكر ادا كول دي چي ته ئي د هغوی په شان نه ئي ګرزولی او تل هغوي ته ددین تبلیغ کول او هغوی د اسلام په مزایاوو خبرول او هغوی ته دا دعاكول دي چي الله تعالى هغوي ته د جهالت له مصيبته نجات ورکړي . اوس به د ملګرتیا اصول ، د ملګرتیاآداب او دملګرو حقوق تر بحث لاندي ونېسو : (۱)   دیانت دار او هوښیار کسان په ملګرتیا نیسهیو هم د ملګرتيا له آدابو ځخه د ښه ملګري انتخاب كول دي چي بايد هوښيار، په دين خبر، ب� �دباره  او دتقوا څښتن وي .يقول ذا النون ما خلع الله على عبد من عبيده خلعة أحسن من العقل ولا � �لده الله قلادة أجمل من العلم ولا زينه بزينة أفضل من الحلم وكمال ذلك التقوى. (اداب الصحبة)ذالنون ا� �مصري رحمة الله تعالی علیه چي یو ستر ولي الله تېر شوی دی فرمایې : الله تعالى خپل بنده ته تر عقل بله ښائسته جامه نه ده وراغوستلي اونه ئي تر علم ښکلی هار ور په غاړه كړی دی  او نه ئي تربردباري په بله ښه ګېڼه ښائسته كړی دی او داهرڅه په تقواسره بشپړ كېږي .عن عبد الله الحسن عن أبيه عن جده قال قال رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وسلم من سعادة المرء أن يكون إخوانه صالحين. (المغني عن حمل الأسفار)له عبدالله الح سن رضي الله تعالى عنهم ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : د انسان يوه نيكمرغي داهم دي چي وروڼه ئي نيكان وي .(۲)له رفقاء السوء (بدانو ملګرو)ځخه ځان ساتهكوم عادتونه او خويونه � �كه غيبت ،  نميمت او خبررساني، وعده خلافي ، دروغ ، خيانت ، بغض او حسد ، نفاق ، دوكه او فريب ،  بخل ،  حرص، تكبراو غرور، غلا، بي حيائي ، بدګوئي ، بدفعلي او بيديني ،  بي نمازي حرام خوري له بېدینه کسانو سره تعلقات او داسي نوركوم عادتونه چي اسلام حرام بللي دي خواه  كه هغه  قولي وي او كه فعلي كه  په یوچا كي موجود وي نو هغوی ته رفقاء السوء (بدان ملګري) يعني بد او ناصالح ملګري ويل كېږي د ذکرشویو رنځونو له لرونکیو انسانانو سره رفاقت او ملګرتیا کول نه ده روا البته که یو څوک ډاډمن  وي چي د هغوی اعمال دده په کریکټر څه اغېزه نشي کولای نوله داسي کسانو سره د په دې خاطر ښه تعلقات وساتي چي هغوی نېکي لاري دعوت او ترغېب کړي که هغوی په همدې خط پرېښودل شي کېدای شي د ټولني نور افراد هم بې لاري کړي او که زمونږ او ستاسي یو ملګری منحرف شي او مونږ پوه شو چي هغه بد اخ� �اقه شوی دی باید د هغه د اصلاح لپاره سمدلاسه مټي را ونغاړو او په هره ممکنه وسیله چي وي هغه روغي لاري ته ت� �ویق کړو او که د هغوی د اصلاح امید بالکل ختم او منقطع شي بیا یې باید له ملګرتیا ځخه لاس واخلو ځکه چي زمونږ خپلوي او دښمني هرڅه باید د الله تعالی لپاره وي مسلمان ته  په كار ده چي هميشه نيكان او تقواداره ملګـري ځان ته غوره كړي اود نېکانو او صالحینوتلاش د وكړي . عن عمر بن الخطاب قال من تعرض للتهمة فلا يلومن من أساء به الظن ومن كتم سره كان الخيار إليه ومن أفشاه كان الخيار عليه وضع أمر أخيك على أحسنه حتى يأتيك منه ما يغلبك ولا تظنن بكلمة خرجت من أخيك سوءا وأنت تجد لها في الخير محملا وكن في اكتساب الإخوان فإنهم جنة عند الرخاء وعدة عند البلاء وآخ الإخوان على قدر التقوى وشاور في أمرك الذين يخافون الله (الدرالمنثور)له عمربن الخطاب رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي  فرمائي:  چاچي دتهمت ځاي ته ځان وړاندي كړ بيا د هغه څوك نه ملامت كوي چي ورباندي  بدګـمانه شي او چاچي خپل راز وساتلو بيا د هغه د ساتلوواك له ده سره دی اوكه چا خپل راز لوڅ كړ بيا ئي واك له بل سره دی او د خپل ورور خبري ته ښه جامه وراغونده ترڅو چي د هغه له خواداسي څه نه وي شوي چي هغه ستا په خبره غالب شي او تر هغه وخته د ورور په خبره مه بد ګـمانه كېږه تر څو چي ته ْورته د خير اح تمال پيدا كولای شې او د وروڼو تلاش كوه ځكه چي هغوي په خوشالي كي لكه جنت داسي دي او په  سخته كي د وسله او د� �سته ده او له وروڼو سره ورورولي د هغوي د تقوا په اندازه كوه  او په خپل كار كي له هغه چا سره مصلحت كوه چي له الله تعالی ځخه وېرېږي . عن سعيد بن المسيب قال وضع عمر بن الخطاب للناس ثماني عشرة كلمة حكم كلها قال ما عاقبت من عصى الله فيك بمثل أن تطيع الله فيه وضع أمر أخيك على أحسنه حتى يجيئك منه ما يغلبك ولا تظنن بكلمة خ� �جت من مسلم شرا وأنت تجد لها في الخير محملا ومن عرض نفسه للتهم فلا يلومن من أساء به الظن ومن كتم سره كانت ا� �خيرة في يده وعليك باخوان الصدق تعش في أكنافهم فإنهم زينة في الرخاء وعدة في البلاء وعليك بالصدق وإن قتلك ولا تعرض فيما لا يعنى ولا تسأل عما لم يكن فإن فيما كان شغلا عما لم يكن ولا تطلبن حاجتك إلى من لا يحب نجاحها لك ولا تهاون بالحلف الكاذب فيهلكك الله ولا تصحب الفجار لتتعلم من فجورهم واعتزل عدوك واحذر صديقك إلا الأمين ولا أمين إلا من خشى الله وتخشع عند القبور وذل عند الطاعة واستعصم عند المعصية واستشر في أمرك الذين يخشون الله فإن الله تعالى يقول إنما يخشى الله من عباده العلماء. (الدر المنثور)له سعيد بن المسيب رحمة الله تعالى عليه ځخه روايت دی چي عمربن الخطاب اتلس (18) نقاط ذكر كړي دي چي تول حكمتونه دي  هغه فرمائي :  چاچي ستا په متعلق د الله تعالى نافرماني كړي ده تر دي ئي لويه سزا نشته  چي ته دهغه په هكله د الله تعالى حكم عملي كړې او د خپل مسلمان ورور خبري ته تر هغه وخته ښه جامه ْور اغونده تر څو چي دهغه خبره  په تا غالبه شوي نه وي او د مسلمان په يوه خبره  تر هغه وخته مه بد ګـمانه كېږه  ترڅو چي ته د خير احتمال ورته موندلی شې  اوچاچي ځان د تهم ت ځاي ته وړاندي كړ بيا د هغه څوك نه ملامت كوي چي پرې بد ګـمانه شي او چاچي خپل راز وساتلو اختيار ئي له ده سره دي  او ريښتوني او صادقان  وروڼه ځان ته غواړه چي په څنګ كي ئي واوسېږي ځكه چي هغوي ستا په خوشالي كي ستا لپاره ښائست دي او په بده ورځ كي د وسله ده  او ريښتيا وئيل د ځان عادت جوړ كړه كه څه هم ستا د مرګ خطره وي او له كوم كارياخبري سره چي ستا څه غرض او ګټـه  نه وي يعني ستادنيوي يا اخروي ګټه په كي نه وي له هغه لېري ګـرزه  ، اوڅه چي پېښ شوي نه وي د هغه پوښتنه مه كوه چي ور سره مخامخ یې په هغه مشغول اوسه او خپل ضرورت هغه چا ته مه وړاندي كوه چي ستا د ضرورت پوره كيدل  ئي نه درباندي لورېږي اوپه درواغو سپك قسمونه مه آخله الله تعالى د هلاكوي او � �ه بدكارو انسانانو سره ملګرتيا او اشنائي مه كوه بد كاري او بدخوئي به ځيني زده كړې له دښمن ځخه كناره ګېري كوه او ملګری كه د امين نه وو ځان ځيني ساته  او چي له الله تعالى نه وېرېږي هغه امين نه دی  او په قبرستانونو كي زاړه او په عبادت كي عاجزي كوه او له ګناهونو ځخه ځان پاك ساته اوپه خپلو كارونو كي له هغه چا سره مشوره كوه چي له الله تعالى ځخه وېرېږي او له الله تعالى ځخه صرف هغه څوك وېرېږي چي هغوی په دین کي پوهنه او خبرتیا ولري . ولا يصحب الإنسان إلا نظيره .........................  وإن لم يكونا من قبيل ولا بلدهرڅوك له خپل همسنګ سره ملګری كېږي  و لوكه د يوه ښار اويوه قوم نه وي .(۳)  د ملګري تعریف کوه او اخلاص یې ستایهکه ستا ملګری په ملګرتیا کي مخلص وي په تایې خیر پېرزو کېږي او ستا په خفګان او مصېبت خفه کېږي نو داسي یې وګڼه چي ښه ملګری د دی او د هرقسم تعریف او ستایني حقدار دی كه د هغوي صرف نيت روغ وي او عملا ئي څه خير نه وي درته رسيدلی نو هم  تعريف یې کوه اوستاینه یې کوه ځكه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائي :نية المؤمن خير من عمله. (مسند الربيع عن بن عباس)أقول يحتمل أن يقال أن المراد منه أن النية خير من عمل بلا نية (عمدة القاري) د مْومن نيت د هغه تر عمل غوره دی .او په بل روایت علي کرم الله وجهه فرمایې :من لم يحمد أخاه على صدق النية لم يحمده على حسن الصنيعة. (اداب الصحبة)که یوڅوك خپل ورور په رېښتوني نيت ونه ستائي هغه بیاپه ښه كار  هم نه ستائي . یوشاعر د ملګري ستایل داسي ارزیابي کوي وائي :إذا جئته للحمد أشرق وجهه  ...................  إليك وأعطاك الكرامة بالحمدچي کله د ملګري ښه تعريف وكړې او ورته راشې  مخ ئي ْوبرېښي او ستا عزت هم بيا په ښه تعريف سره كوي . بل شاعر وائي:من يحمد ا� �ناس يحمدوه  ...........................    والناس مَن عابهمْ يُعابُڅوك چي د نوروخلګـو تعريف كوي نور خلګ به هم دده تعريف كوي او چي د نورو عيبونه بيانوي خلګ به  هم ضروردده عيبونه ښكاره كوي .(۴)  دملګري په نه موجودیت کي هم د هغه تعریف کوه خو صرف مخامخ تعريف په كار نه دي بلكه د ملګري په غياب كي هم بايد دهغه تعريف وكړل شي داسي نه چي مخامخ ئي صفتونه كوي او له شا سپکي سپوري او ښکنځلي  پسي كوي شاعر وائي :إنَّ شرَّ الناس من يمدحني    ............................   حين يلقاني وإن غبتُ شتمْبد ترين د خلګو هغه څوك دي چي كله ورسره مخامخ شم صفت مي كوي او چي کله ځيني ګوښه شم ښکنځـلي راپسي كوي او دا خوی د نن سبا په ملګریو کي لیدل کېږي چي دکامل  مسلمان ملګري خصلت نه دی دا ځکه چي که له یوې خوا دا غېبت دی چي په خپله یو اخلاقي جرم دی خو له بله پلوه د ملګري غیبت چي هغه کله هم له تا ځخه داسي توقع نه کوي چي ته به د هغه په غیاب کي د هغه لمن په سر وراړوې او د عیب ځایونه به یې نورو ته لوڅوې .(۵)   په خدای ورکړیو نعمتونو له ملګري سره حسد مه کوه د ملګرتيا او ورورولي له اّدابو ځخه يو دا هم دي چي يو مسلمان ملګری دله خپل مسلمان ملګري سره  حسد او كينه نه كوي او چي كله په خپل مسلمان ورور د الله تعالى د ْوركړيو نعمتونو څه نښي او نښانې وويني په هغه د خوشاله كېږي او د الله تعالى حمد وثنا د وائي لكه په خپل ښه حالت چي شكرباسي داسي د هغه د خپل مسلمان ورور په خوشالي او ښه حالت هم شكركاږي الله تعالى فرمائي : (أم يحسدون الناس على ما آتاهم الله من فضله) اّيا دوي به خلګو باندي هغه نعمتونه نه پـيرزو كوي كوم چي الله تعالى هغوي ته په خپله مهرباني سره ْو� �كړي دي، د حسد منفي اړخونه اسباب او عوامل او معالجه یې پخپل بحث کي وګوري هلته به بشپړ تفصیل موجود وی  .(۶)   له ملګري سره په ښکلي څېره مخامخ کېږهبل هم د ملګرتيا له اّدابو ځخه دا دي چي هر ملګری دله خپله ملګري او دوست سره په ښکلي لباس خو شاله ټنډه اوصفا او سوتره څېره مخامخ كېږي او په داسي شكل د نه ور سره م خامخ كېږي چي د هغه كركه ځيني وشي او یا یې په لېدلو زهېر شي کېدای شي هلته نور  کسان هم موجود وي چي ستا ملګری به د هغوی په وړاندي ستا په ښه کیفیت ویاړلو ته اړتیا لري که ستا څېره خېرنه او چټله وي د هغه لپاره ستر خجالت دی .عن أنس أن النبي صلى الله عليه وعلى آله وسلم كان لا يواجه أحدا في وجهه بشيء يكرهه . (أبوداوود) له انس رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله  صلى الله عليه به  كله هم له چاسره په داسي حالت كي نه مخامخ كيدلو چي د ده به نه  وو خوښ چي  دا سړی په دې شكل او ياپه دې حالت ووينم او یا هغه (ص) وویني .عن عائشة رضي الله عنها قالت إن النبي قال اطلبوا الخير عند حسان الوجوه . ( مسند � �بي يعلى )له عائشه رضي الله تعالى عنها ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: د چاچي څ ېري ښائسته وي دخير تلاش هم هلته دهغه په خواکي كوۍ .(۷)   ملګري ته هم هغه څّه خوښوه چي ځان ته ئي خوښويد ملګرتيا او اسلامي ورورولي له حقوقو ځخه يو داهم دي چي كوم خير د ځان لپاره خو ښوي هغه د خپل مس� �مان ورور لپاره هم خوښوه او دادكامل مسلمان صفت وي دا حق ډېر وسيع بنياد لري په دې كي اخلاقيات او معاملات دواړه راځي دا احساس بايد د مسلمان روزمره معمول وي او په خپلو ټولو كړو وړو كي بايددا احساس ورسره وي د دي اح ساس ډېري لوړي درجې دي او ددې احساس لرونكی انسان د الله تعالى او د هغه د بندګانو په وړاندي د عزت  وچت مقام دی .  عن أنس قال قال رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وسلم لا يؤمن عبد حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه من الخير . (مسندالامام أحمد)انس رضي الله تعالى عنه روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل :  يوبنده تر هغه وخته كامل مْومن نشي جوړېدلای تر څو چي د خپل ورور لپاره هم هغه خير خوښ نه كړي کوم چي د ځان � �پاره ئي خوښ كړی  وي .دا هم ددي احساس يوه بله كړۍ ده چي د بل مسلمان ورور او يا ملګري سره هغه كړنلاره خپله كړې كومه چي ستا دا آرزو وي چي هغه ئي له تاسره په عمل کي خپله کړي  يعني په هغه شان سلوك او تعامل ْور سره وكړې چي ستا له هغه ځخه عين توقع او اميد وي .(۸)  ملګری د عزت په ښه نامه یادوهعن عثمان بن طلحة أنه سمع رسول الله  صلى الله عليه وسلم  يقول ثلاث يصفين لك ود أخيك تسلم عليه إذا لقيته وتوسع له في المجلس وتدعوه بأحب أسمائه إليه (المستدرك) عثمان بن طلحه رضي الله تعالى عنه روايت كوي چي ماله � �سول الله صلى الله  عليه وسلم ځخه واوريدل چي هغه فرمائي :  دري شيان ستا د ورور مينه له تاسره زياتوي چي كله ورسره مخامخ شوې سلام وراچوه په مجلس كي ځاي ور ته پراخوه او په هغه نوم ئي بوله او يادوه چي هغه ته خوند وركوي او خوښ ئي وي .(۹)  د ملګري خبره روغوه او سمه یې تحلیل کوهبل دا چي د هغه خبره په ښكلي شكل بيانوه او ښه جامه ْوراغونده كه د هغه په خبره كي څه خامي يا كجي وي سموه ئي .عن سعيد بن المسيب � �ال كتب إلى بعض إخواني من أصحاب رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وسلم أن ضع أمر أخيك على أحسنه ما لم يظهر منه ما يغلبك  (اداب الصحبة)سعيد بن المسيب رحمة الله تعالى عليه فرمائي چي ماته د رسول الله صلى الله عليه و سلم ځينو اصحابو په خط كي ْوليكل چي تر څو ستا د ورور له خوا د هغه دخبري دغلبي اظهار نه وي شوي د هغه خبره او يا كار به ښکلي شكل وړاندي كوه.يعني كه  هغه بار بار ټينګار كوي چي زما مقصد دغه نه دي چي دا ته ئي وائي او خپله خبره په خپله ورانوي بيا ئي پرېږده .(۱۰)   د ملګري د کور او خپلوانو پوښتنه کوهبل دا چي كله د له چا سره ورورولي او ملګرتيا شوه د هغه د وروڼـو، قریبانو او د كور پوښتنه ورځخه كوه او آدرس ئي مكمل آخله او خپل معلومات (Contact Details) هم بشپړ ورکوه كيداي شي د اجتماعي مجبوریتونو په اساس یې كله  ستامرستي او كومك ته ضرورت شي اويا ستا د هغه مرستي ته ضرورت شي .عن ابن عمر قال ر� �ني رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وسلم التفت فقال إلى ما تلتفت قلت أخ لى أنا في طلبه فقال يا عبد الله إن � �حببت رجلا فسأله عن إسمه واسم أبيه واسم جده وعشيرته ومنزله فإن مرض عدته وإن استعان بك في حاجة أعنته. (اداب الصحبة)له عبد الله بن عمر رضي الله تعالى عنهما ځخه روايت دی چي زه رسول الله صلى الله عليه و سل ْو� �يدلم چي د یوې لاري په سر ولاړ وم اويو طرف ته مي كتل هغه راځخه پوښتنه ْوكړه چي څه ګورې ما ورته ووئيل چي زما يو ورور دي د هغه تلاش او انتظار كوم ده (ص)  وفرمايل : اې عبد الله چي كله د له يو چا سره آشنائي او ملګرتیاشوه دده  او دده د پلار او دده د نيكه د نامه او د قوم او د كوركلي پوښتنه ځيني كوه كه بيمارشي پوښتنه به ئي وكړې او كه ئي ستا مرستي ته ضرورت شي مرسته به ورسره وكړې .شاعر وائي :ساعد صديقك في أمر يحاولهُ ................................   فالحرُّ للحرّ معوانٌ على الزَّمنِپه سخته شېبه كي د ملګري مرسته كوه ځكه چي اصيل انسان له خپل ملګري سره د وخت په ټکرونواوپه ستونزو كي هر وخت مرستندوی وي .(۱۱) ملګری کله هم په اوږد خفګان کي مه پرېږدهبل هم د ملګرتيا او اسلامي ورورولي له حقوقو او آدابو ځخه دادی چي ښه خو به داوي چي خپل ملګری کله هم خفه نکړې او که بیا هم کله نا کله د اجتماعي مجبوریتونو په اساس لکه څرنګه چي انساني فطرت دی ملګری درځخه خفه شي نو بیا یې د زیات وخت لپاره مرور مه پرېږده او خواته یې ورشه،  موضوع ورته تحلیل کړه ، ګې� �ه یې رفع کړه او شکوک او شبهات یې لېري کړه ځکه چي دخپل مسلمان  ورور تر دريو ورځو زيات مرور  پرېښوول شرعاً نه دی روا .عن أبي أيوب الأنصاري أن رسول الله  صلى الله عليه وسلم  قال لا يحل لرجل أن يهجر أخاه فوق ثلاث ليال يلتقيان فيعرض هذا ويعرض هذا وخيرهما الذي يبدأ بالسلام . (صحيح البخاري)ابوايوب الانصا� �ي رضي الله تعالى عنه راوي دی فرمائي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : هيڅ انسان ته نه دی روا چي خپل مسلمان ورور تر دريو شپو زيات خفه پرېږدي او چي كله یو له بل سره مخامخ شي يو يوي خواته او بل بلي خوا ته مخ واړوي او په دوي دواړو كي غوره هغه څوك دی چي ړومبی سلام پیل کړي .كله خو یو څوک د هجراو فراق تمنا کوي او سبب یې دا هم وي چي دا موجوده خپلوي مو ختمه نشي او دا په ظاهري حالت كي د خفګان بڼه لري خو په حقيقت كي د ضرورت په وخت كي دا كار د خپلوي د بقا په خاطر كېږي یو شاعر ددې خبري په تایید وائي :وتـمنـيت أن يـكون بع� �يدا  ........................................   والذي بيننا من الود بــــاقرب هجريكون من خوف هجر ...................................   وفراق يكون خوف الفراقزما دا آرمان دی چي ځما ملګری ښه ډېر راځخه لېري وای او كومه خپلوي چي زمونږ په مېنځ كى ده هغه هميشه وای ، ډېرځله يو څوك د دې له وېري ځان لېري نيسي چي زيات خفه نشي اوډېر ځله يو څوك ځان بېلوي ددي له ويري چي لوی او اوږد بيلتون رانشي .  یوبل شاعر بېل نظر لري او وایې :لما عفوت ولم أحقد على أح د...............................................   أرحت نفسي من هم العداواتإني أحيي عدوى عند رؤيته  ......................................................  لأدفع الشر عنى بالتحياتوأظهر البشر للإنسان أبغضه   ....................................................  كأنه قد ملأ قلبي محباتچي كله مي له خلګو سره كينه پريښودله او عفو مي � �روع كړه ځان مي د عداوت او دښمنیو له رنځ ځخه آرام او هوساکړ،  زه خو چي اوس دښمن ووينم هم سلام ورته كوم ددې په خاطر چي شر ئي له ځان ځخه په سلام دفع كړم او كه مي څوك په زړه كي بد هم ايسي خو په ظاهره څېره داسي خوشاله او پ� �اخه  ورته نيسم لكه زړه چي مي د هغه له ميني ځخه ډك وي .یوبل شاعربیا بل څه  وائي :ومن لم يغمض عينه عن صديقه  ........................................    وعن بعض ما فيه يمت وهو عاتبومن يتبع جاهدا كل عثرة ......................................................   يجدها ولا يسلم له الدهر صاحبڅوك چي د خپل آشنا له عيبونو او خطاګانوځخه سترګي نه پټـوي ترټلی او شړلی به مري او چا چي چيرته عيب وموندلو او څـراغ ئي پسي واخيستلو په ټول ژوند به چيرته آشنا ونه مومي ،  داځكه چي يو الله تعالى له عيبه خلاص دی په بندګانو كي خو بي او بدي کمي اوبېشي دواړه وي .(۱۲)  په ملګرتیا پالنه دوام كوهبل داچي مسلمان ته په كار ده چي له خپل مسلمان ورور سره د خپلوي او آشنائي  هميشه پالي او دوام د ورباندي كوي او له خفګان او رنجش ځخه د ځان ساتي .  عن عائشة رضي الله تعالى عنها قالت قال رسول الله صلى الله عليه و سلم: أحب الأعمال إلى الله أدومها وإن قل . (بخاري و مسلم)له عائشه رضي الله تعالى عنها ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرم ايل : غوره نيك عمل الله تعالى ته هغه دی چي هميشنی وي كه څه هم وړوکی وي .عن محمد بن واسع قال ليس لملول صديق ولا لحسود غنى والنظر في العواقب تلقيح للعقول . (اداب الصحبة)محمد بن واسع رحمة الله تعالى عليه فرمائي چي تل خفه سړی دوست نلري او د كيني په مرض اخته شخص نه بډاي كېږي او د كارونو په عواقبو كي فكرْوهل د عقلونو پړسول او زياتول دی . یو شاعر د خپلي پراخي سینې ستاینه کوي او وایې : أغمض عيني عن صدي� �ي متعمدا   ......................................   كأني بما يأتي من الأمر جاهلوما بي جهل غير أن خليقتي   ..............................................   تطيق احتمال الكره فيما يحاولزه خو په قصد سره د خپل ملګري له غلطي داسي سترګي پټوم لكه زه چي بيخي د هغه په كړووړو هيڅ خبر نه يم او داسي نه ده چي زه نه پوهېږم بلكه د ملګري د اذيت ب� �داشت زما فطري خوی دی .(۱۳)    ملګري ته دتوهین او سپکي په سترګه مه ګوره  بل دا چي د الله تعالى په مخلوق كي هيڅوك هم سپك مه ګڼه او په ټیټه سترګه مه ورته ګوره او په بد نامه او په بد لقب یې مه يادوه او د هر چا  قدرد هغه د استعداد مطابق كوه په تېره بیا چي مقابل لوری ستا ملګری هم وي بیا خو په هېڅ صورت یې توهین نه دی روا او دا ډول حرکات د ملګرتیا وړ نه وي .الله تعالى فرمائي :يأيها الذين آمنوا لا يسخر قوم من قوم عسى أن يكونوا خيرا منهم ولا نسآء من نسآء عسى أن يكن خيرا منهن ولا تلمزوا أنفسكم ولا تنابزوا بالألقاب بئس الاسم الفسوق بعد الإيمان ومن لم يتب فأولئك هم الظالموناې د ايمان خاوندانو په تاسي كي د څوك په چا پسي نه خاندي كيدای شي چي هغوي تر دوي ښه وي او نه د ښځي‎ په نوروښځو پوري خاندي كيداي شي چي هغوی تر دوی ښې وي او يو د بل عيبونه مه په ګوته کوۍ او يوبل په بدو نومونو او اوصافو مه يادوۍ او له ايمان � �اوړلو ځخه وروسته په بدو نومونو او القابو يادول ډېر بد كار دی او څوك چي له دې كارونو ځخه توبه نه باسي هغوي ظالمان دي . په حديث شريف كي را نقل شوي ديبحسب امرْى من الشر أن يحقر أخاه المسلم (مسلم عن أبي هريرة)دانسان  لپاره همدا ګناه كافي ده چي خپل مسلمان ورور سپك وګڼي .عن ابن المبارك قال من استخف بالعلماء ذهبت آخرته ومن استخف بالأمراء ذهبت دنياه ومن استخف بالإخوان ذهبت مروءته (اداب الصحبة) عبد الله ابن مبارك فرمائي : چاچي علماْوو ته په سپكه وكتل اّّخرت ئي ضائع شو اوچاچي حاكمانو او آمري طبقي ته  په سپكه وكتل دنيا ئي ضائع شوه او چاچي دوستانو او وروڼو ته په سپكه وكتل سړيتوب او مېړانه ئي ضائع � �وه . لا تحقرنَّ صغيراً في مخاصمة ........................................  إن البعوضة تدمى مقلة الأسدوفي ال� �رارة ضعف وهي مؤلمة .......................................... وربما أضرمت ناراً على بلدپه دښمني كي وړوكی او كمزوری دښمن سپك مه ګڼه ځكه چي كمزوری غوماشی د زمري سترګه ړندوي سكروټه كه وړه  هم وي خو له پا مه یې مه غورځوه ځكه چي غالباً وړې سكروټي بشپړ ښار سوځولی دی .(۱۴)     ملګری يو ځل آزمايهله هرچا سره چي ملګرتيا شروع كوې اول هغه آزمايه او له آزمېيلو ځخه وروسته چي دله چا سره ملګرتيا او دوستي خښته ولګوله بيا ئي مه بيلوه او چي يو ځلي د ومنلو بيا ئي مه شړه، مشران وائي په ګرانه اخيستل او په ارزانه خرڅول د مېړنو كار نه دی .  پوهان وائي .لا تواصلن صديقا إلا بعد تجربة وإذا صادقته فلا تقاطعه فمؤمن بلا صديق خير من مؤمن كثير ا� �أعداء. (اداب الصحبة)ملګری تجربه كوه او بيا آشنائي ورسره كوه اوچي كله د آشنا او دوست شولو بيا  په وړه او  معمولي خفګان دوستي مه ورسره پرې كوه ځكه چي بي آشنايه مسلمان تر هغه مسلمان ښه دی چي دښمنان ئي ډېر وي .وائي چي يو فيلسوف بل فيلسوف ته خط وليكلو او په خط كي ئي ورته وليكل چي دا سي څه راته وليكه چي ماته ګټه و� �سوي هغه په ځواب کي ورته ولېكل چي :بسم الله الرحمن الرحيم.  افسوس د هغه چا په حال دی چي و� �وڼه او دوستان نلري او مقصر دی هغه څوك چي د وروڼو تلاش نه كوي او زيات مقصر هغه څوك دی چي يو ورور او يا دوست ئي وموندلو او هغه ئي بېرته وبايللو  او زما پوره پنځوس كاله كېږي چي د ورور په تلاش كي يم خو چيرته مي ونه م وندلو صرف نيم ورور مي وموند هغه هم راسره مخالف شو او په دي هم پوه شه چي خلګ درې طبقې دي (1) شناخته ګان (پ� �يژندوي) (2) اّشنايان (3) وروڼه ، شناخته ګان خو ډېر دي او آشنايان ډېر قيمتي او ګران دي  او وروڼه بالکل کم  پي� �دا كېږي . يو شاعر وائي :ستذكرني إذا جرَّبتَ غيري  .................................................   وتعلم أنني نعم الصديقزه به  هغه وخت در په ياد شم چي  كله له ما ځخه بغير نور ملګري وآزمایې او بيا به د په دې یقین � �ي چي زه د ښه ملګری  وم .يو بل شاعر وائي :لا تمدحن امرءا حتى تجربه    ...............................................     ولا تذمنه من غير تجريبفرب خدن وإن أبدى بشاشته  ................................    يضحي على خدنه أعدى من الذيبوإن مدحك من لم تبله صلف  ............................................  وإن ذمك بعد المدح تك� �يبترڅو چي د يوڅوك ازمېيلي نه وي مه ئي ستايه او مه ئي بد وايه ،  ډېرځله ستايو دوست  وي چي په ويړه ټنډه درسره خاندي خو په حقيقت كي له ليوه ځخه زيات دښمن ثابت شي د نا آزمېيلي تعريف پالتو كارده  او له تعريف كولو ځخه وروسته د يوچا بدويل د خپل ځان د درواغ ویونکي ګڼلو اعتراف دی .(۱۵)     له ملګریو او دوستانو سره تواضع او خاکساري كوهله خپلو ملګرو او آشنايانو او وروڼو سره تواضع او انكسار كول د كامل مومن صفت دی ،  تكبر ،  غرور او په خپلو ملګرو او دوستانو او عموم مسلمانانو غټه ویل او هغوی کم ګڼل  دا نه شرعاً ښه كار دي او هم اخلاقي بدخوئي ده .الله تعالى فرمائي:واخفض جناحك للمؤمنين*او مومنانو ته خپل وزر ټېټـوه يعني تواضع ورسره كوه . بل ځای الله تعالى فرمائي :وَعِبَادُ الرَّحْمَانِ الَّ� �ِينَ يَمْشُونَ عَلَى الاٌّ رْضِ هَوْناً وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الجَاهِلُونَ قَالُواْ سَلاَماً*او د ال� �ه تعالى نيك او کامیابه بندګان هغه څوك دي چي په زمكه باندي په آساني سره روان وي او چي كله ناپوهان او جاه� �ان خبري ورسره اړوي دسلام كلمه ورته وائي .بل ځای الله تعالى فرمائي :تِلْكَ الدَّارُ الاٌّ خِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لاَ يُرِيدُونَ عُلُوّاً فِى الاٌّ رْضِ وَلاَ فَسَاداً وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّ� �ِينَ*هغه د آخرت كور مونږ د هغه چا لپاره سازوو چي په زمكه كي لوئي او فساد نه غواړي او ښه انجام خاص د پ� �هيزګارانو لپاره دی . عن عياض بن حمار أنه قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  إن الله أوحى إلي أن تواضعوا حتى لا يبغي أحد على أحد ولا يفخر أحد على أحد .   (صحيح مسلم وسنن أبي داود)رسول الله ص� �ى الله عليه وسلم فرمائي چي ماته الله تعالى وحي ْوكړه چي تردې حده تواضع او كېميني كوۍ ددې لپاره چي  يو په بل تيری ونكړۍ او يو په بل فخر او لوئي ْونكړۍ .قال عمر بن الخطاب رضي الله عنه وهو على المنبر يا � �يها الناس تواضعوا فإني سمعت رسول الله  صلى الله عليه وسلم  يقول من تواضع لله رفعه الله فهو في نفسه صغير وفي أعين الناس عظيم ومن تكبر وضعه الله عز وجل فهو في أعين الناس صغير وفي نفسه كبير وحتى لهو أهون عليهم من كلب أو خنزير(مسند الشهاب)عمر بن الخطاب رضي الله تعالى عنه په منبر باندي خطبه ورکوله او ویې فرمايل : اې خلګو خاكساري او تواضع كوۍ ځكه چي ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم ځخه واورېدل چي هغه فرمائي : چاچي د الله تعالى لپاره كېميني او تواضع غوره كړه الله تعالى ئي مقام پورته كوي بيابه هغه ته ځان وړوكی ښكاري او د خلګو په نظر كي به ستر وي او چاچي لوئي ْوكړه الله تعالى ئي مقام راټېټوي او ځان به ستر ورته ښكاري خو د خلګو په نظر كي به ئي مقام تر سپي او خوګ سپك او ټېټ  وي .په تفاسيرو كي راغلي دي چي كوه طور تواضع وكړه ځكه الله تعالى له موسى عليه السلام سره د خپل مناجات منزلت وركړ او شیخ سعدي رحمة الله تعالی علیه په دې هکله وائي:أقل جبال الارض طور وانه ........................................... لأعظم عند الله قدرا و منزلاد زمكي په غرونوكي طور وړوكی غردی خو د هغه قدر او مقام د الله تعالى په نزد ډېر وچت دی .عن ركب المصري قال رسول الله  صلى ال� �ه عليه وسلم  طوبى لمن تواضع من غير منقصة وذل في نفسه من غير مسكنة وأنفق مالا جمعه في غير معصية ورحم أهل ال� �لة والمسكنة وخالط أهل العفة والحكمة طوبى لمن ذل في نفسه وطاب كسبه وصلحت سريرته وكرمت علانيته وعزل عن ا� �ناس شره وأنفق الفضل من ماله وأمسك الفضل من قوله (سنن البيهقي الكبرى)رسول الله صلی الله علیه وسلم فرم ایلي دي : ډېره خوشالي ده د هغه چا په حال چي څه نقص په كي نه وه  او تواضع ئي وكړه او بي مسكنته ځان كم ْورته ښكارېدلو او د الله تعالى په لار كي ئي خپل مال خرڅ كولو خو په ګـناه ئي نه وو را يوځای كړی او په غريب او مسكين ئي زړسوی وو اوله پاك نفسو انسانانو او د پوهني او حكمت له خاوندانو سره ئي ناستي ولاړه وه ،  زياته خوشالي ده د هغه چا لپاره چي خپل ځان ئي كم ګڼلو او پاك كسب ئي كولوپټ حالت ئي هم روغ وو او ښكاره حالت ئي هم د عزت وو او � �ه خلګو ئي خپل شر ګوښه كړی وو زيات مال ئي د الله تعالى په لار كي لګولو او زياتي خبري ئي كنترول كړي وې . � �اعرتواضع داسي تمثيلوي او وائي :تواضع تكن كالبدر تبصر وجهه ...............................................   على صفحات الماءوهو رفيعولا تك كالدخان يعلو بنفسه  ..................................................   إلى صفحات ا� �جووهووضيعداسي تواضع كوه  لكه د څوارلسم سپوږمۍ چي خپله ځلانده څېره ئي د اوبو په مخ درته كيښودله او م قام ئي ْوچت دی او ددوګي په شان نيغ مه ځه چي لوړ هوا ته خيژي او مقام ئي ټېټ دی او ورک شي . قال سفيان رحمه الله السفل إذا تمولوا استطالوا وإذا افتقروا تواضعوا والكرام إذا تمولوا تواضعوا وإذا افتقروا استطالوا.سفيان ثوري (رح) فرمائي : كم اصل خلګ چي مالدار شي په نورو تجاوز  او تېری پيل كړي او چي كله مح تاج شي خاكسارشي او اصيل خلګ چي مالدار شي خاكساري پيل كړي او چي محتاج شي مستغني شي .(۱۶)     په خپلو ملګروتكبر مه كوهکبریاء او لویې د الله تعالی صفت دی چي د ټولو کایناتو خالق او مالک دی ، لویې او تکبر که په انسانانو کي یو څوک ځانته خپل کړي اخلاقي رنځ ګڼل کېږي مسلمان ته دا صفت نه دی خپلول په کار ، په تېره له خپلو وروڼو ، دوستانو او ملګریو سره خو بالکل نه ښایې ، مسلمان تل متواضع ، خاکساره ، منکسر المزاج او د حق په مقابل کي د تسلیمي سر ټېټوونکی وي  تكبر يو مذموم خوی دی او معنا یې محدثينو داسي كړي ده .  (بطرالحق و غمط الناس) يعني حق ته غاړه نه ايښودل او د الله تعالى بندګانو ته په سپكه سترګه كتل دی .دا د تكبر معنا ده پښتانه وائي : د كبركاسي نسكوري دي او لومړی تكبر شيطان كړی وو چي کله  الله تعالی مک� �ف کړچي أبوالبشر آدم علیه السلام ته سجده وکړي هغه د تکبر او غرور په اساس انکار وکړ اوالله تعالی ته یې وویل :  (خلقتني من نار و خلقته من طين) زه د له اور ځخه پيدا كړی يم او هغه (آدم) د له خټي ځخه  پيدا كړي زه به څرنګه هغه ته سجده کوم . بل ځاى قرآنکریم له شيطان ځخه داسي نقل قول كوي چي هغه الله تعالی ته وویل :أأسجد لمن خلقت طينا.ايازه  هغه چا ته سجده وکړم چي هغه د له خټي ځخه پيدا كړی دی؟. ددي جرم په سبب هغه دالله تعالی د نژدې بندګانو له ډلي ملائكو ځخه ْوايستل شو اود الله تعالى له رحمت ځخه ْو� �ټل شو او له جنت ځخه د ابد لپاره محروم شولو ، تکبر او لویې  د شيطان خوی دی او په مو من كي بايد دا خوي نه وي .عن عبد الله بن سلام قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  لا يدخل الجنة من كان في قلبه مث� �ال حبة من خردل من كبر(سنن أبي داود) رسول الله صلى الله  عليه وسلم فرمائي:  د چاچي د سپېلني د يوي وړې دانې په اندازه تكبر او لوئي  په زړه كي وه هغه به جنت ته نه  ننوْوزي . شاعر وایې :قولا لأحمق يلوي التيه أخدعه  ..........................................  لو كنت تعلم ما في التيه لم تتهالتيه مفسدة للدين منقصة .....................................................   للعقل مهلكة للعرض فانتبههغه ناپوه ته وْوايه چي لوئي كوي او غټه ئي وائي چي ته لوئي غولولی یې كه تاته د تكبر نقصانونه اوضررونه معلوم واي تابه كله هم  لوئي نه وای كړي لوئي ستا دين خرابوي او ستاد عقل لپاره نقصان دي ستا عزت ختموي ويښ شه او ځان خبركړه . بل شاعر وایې :الكبر ي� �سٌ والتَّواضع رفعةٌ   ..................................................   والمزح والضَّحك الكثير سقوطوالحرص فقرٌ والقناعة نعمةٌ  ..............................................................  واليأس من روح الإله قنوطلوئي نااميدي ده او خاكساري د عزت مقام ته انسان رسوي او ډېري ټوكي او په لوړ آواز سره خندا انسان د خلګو له نظره غورځوي او زيات حرص كول دنيستي مقدمه ده او قناعت يو لوی نعمت دی او د الله تعالى له رحمت ځخه نا اميده كيدل د مايوسي د انتهاء نقطه ده .  یوبل شاعر وایې چي له کبرجن ملګري سره تکبر کوه دا دهغه خپل نظر دی وایې :إذا تاه الصديق عليك كبراً  .........................................................    فتِه كبراً على ذاك الصديقفإيجابُ الحقوقِ لغيرِ راعٍ    .......................................................  حقوقَك رأسُ تضييعِ الحُقُوْقِچي كله ستا يو ملګری د تكبر له وجهي په تا غټه وائي نو ته هم په هغه ملګري غټه وايه ځكه چي د تكبر جواب تكبر دي دهغه چا حقوق پالل چي ستا حقوق نه پالي د خپل ځان د حق تلفي پیل دی .",په اسلام کي د ملګري حقوق اود ملګرتیا اصول او آداب (لمړۍ برخه) 4481,روغتيا ټکی کام," بېنوا ويبپاڼي څو ورځي مخکي د يوې نوي پښتو روغتيايي ويبپاڼي ( روغتيا) د پرليکه کېدلو خبر ترلاسه کړ، دا لمړی ځل دﺉ چي  يو شمېر افغان ډاکټران د ( روغتيا ) په نوم دپښتوطبي ويبپاڼي د پرانستني ګام پورته کوي . په دې کارسره به  په راتلونکي کي  نه يوازي عام وګړي په خپله مورنۍ ژبه بېلابېل روغتيا يي معلومات ترلاسه کړاﺉ شي ، بلکي له دې لاري به د په افغانستان کي د طب محصلين هم په اساني سره وکولاﺉ شي د خپلو هغو افغان ډاکټرانو تجربې ( طبي � �يکنو او ژباړو ) څخه ګټه پورته کړي کوم چي همدا اوس په بهرنيو هيوادونو کي په زده کړو يا کار بوخت دي . ددې ويبپاڼي مسول چلوونکي ښاغلي ډاکټر دوران فيضان  دروغتيا ويبپاڼي په اړه بېنوا ويبپاڼي ته داسي ليکلي دي : ( ددې پاڼې د پېل کېدو اصلي لامل د يوشمېر کسانو رغنده نظريه وه . کله چې موږ پدې هکله له نور دوستانو سره مشوره وکړه، هغوی ښه وګڼله چې يو سايټ د روغتيا په نوم پرانيستل شي ترڅ و روغتيا کې ښکيل وګړي و هڅوي تر څو ورسره پوره معنوي مرسته وکړي. ښايي ووايم چې پاڼه لا تر اوسه په امتح اني ډول پر ليکه ده ترڅو د د نظر خاوندانو د وړانديزونو په پام کې نيولو او مرستې سره په داسې يوه پاڼه بدله شي چې موږ ټول ورته تمه لرو.ددې پاڼې په چلولو کې زه ډاکټر دوران فيضان، ډاکټر شريف ظريف، ډاکټر قدرت علي خېل، او نور دوستان مرسته کوي. بايد ووايم چې د پاڼې د معياري ساتلو لپاره مود چلوونکو په ګډون يوه کتونکې ډله هم په پام کې نيولې ده. زه د وخت څخه په ګټه اخيستو په افغانستان او نړۍ کي له خپلو هيوادوالو په خاصه توګه دافغاني ډاکټرانوڅخه هيله کوم چې د پاڼې دلا ښه کېدو په موخه خپل رغنده وړانديزونه ونه سپووﺉ.)   ويبپاڼه  : www.roghtya.com  برېښناليک :info@roghtya.com   ",دطبي چارو ويبپاڼه ( روغتيا ټکی کام ) پرليکه شوه 4482,سلېمان احمدزى/كندهار," سلېمان احمدزى/كندهار ((نه يې اسلام مقصد دى نه يې جهاد هدف وو!)) زما د ماشومتوب خبره مې تر اوسه په ياد ده، چې د جومات ملاصاحب به د جمعې په ورځ تل په نصيحت كې ويل:(( ها خلګو! پام چې كفر ونكړئ! له خداى (ج) سره شريك نيول ډېره لويه ګناه ده، خداى پاك خپلو بنده ګانو ته تر هرڅه ور تېرېږي تر شرك او د بنده تر حق نه و� �تېرېږي. كه چيرې لمونځ ونكړئ، روژه ونه نيسئ، خو وروسته توبه وكړئ، ښايې خداى (ج) مو ګناه درمعاف كړي، مګر  هغه څوك چې له خداى سره  يې شريك نيولى وي او يا يې د بنده حق  تر پښو لاندي كړى وي هغه ته هيڅكله بښنه ن� �ته)). كه رښتيا ووايم هغه وخت به مې د ملاصاحب دې خبرو ته خــُلق تنګېدئ، ښايې يو لامل يې زما كشرتوب او ناپوهې وه او بل دا چې پلار به په زور له ځان سره مسجد ته بېولى وم، بس دې ته به مي سترګي نيولي وې چې څنګه ملاصاحب خپلي خبرې لنډه كړي، لمونځ وكړو او بيرته خپلو لوبو ته وزګار شم. خو اوس وروسته له څو كلونو د ملاصاحب خبرې يوه_يوه رايادېږې چې ويل به يې شرك (كفر) كول حتمي دا نه دى چې څوك د خداى پاك له يووالي نه منكر شي، ده به ويل كه څ وك ناحقه يو مسلمان ووژني دا هم عيناً له خداى (ج) سره د شريك نيولو په مانا دى، ځكه خداى (ج) يو انسان پيدا كړى دى، هغه ته يې ژوند وركړى دى، هغه ته رزق وركوي، چې كله د خداى (ج) اراده شي عزرائيل (ع) ته امر كوي چې روح يې واخ� �ي. اما دا چې يو بل انسان راولاړ ېږي يو څوك وژني، دا خو عيناً له خداى (ج) سره د سيالۍ په مانا دى، ځكه د يو چا د وژلو حق خو يوازي خداى (ج) لري.ملاصاحب به ويل د يو مسلمان په ناحقه قتل خداى (ج) دومره په قهر شي چې له ويري يې عرش هم لړزېږي. دا نو هغه وختونه وه چې مجاهدين په افغانستان كي تازه واك ته رسېدلي وه، موږ له كابل څخه د تنظيمونو د جګړو له امله كندهار ته راغلي وو، په كابل او نورو ولايتونو كې د تنظيمونو ترمنځ جګړې رواني وې، هره ورځ به په لسګونو بېګناه كسانو د دغو جګړو له لاسه خپل خوږ ژوند له لاسه وركاوه. ملاصاحب چې به كله_كله د اح ساساتو تر بار لاندې شو، نو له دا يو و نيم جهادې مشرانو به يې هم خوله نه اړول، ده به ويل دغه كسان چې اوس په كابل كي له يو بل سره په جګړو اخته دي او مسلمانان پر ارامه نه پرېږدي دا هم مشركان دي! مفسدين دي! د قدرت ليوني او د پرديو ايجنټان دي! نه يې اسلام مقصد دى! نه يې جهاد هدف وو، د خداى لار يې پرې ايښې ده او له خداى سره سيالي كوي مسلمانان وژني.ملاصاحب به تل ويل اسلام خو د ميني او ورور ولۍ دين دى! اسلام خو نړۍ ته د عدل پيغام راوړى دى! اسلام نړۍ ته د يووالي پيغام راوړى دى! او اسلام خو د ظلم په وړاندي د مظلوم آواز دى!وروسته به ملاصاحب و قاتل د خداى (ج) د عذاب خبرې پيل كړې، ده به ويل قاتل به تل په دوږخ كې وي، د قاتل ځاى به جهنم وي، د قيامت په ورځ به پيغمبر (ص) و خداى پاك (ج) ته د خپلو ټولو امتيانو د بخښني خواست ته وكړي، خو له قاتل امتي څخه به مخ اړوي او ورته ګوري به لا نه.د ملا صاحب خبرې مې ځكه دومره اوږدې كړې چې هغه ورځ مې يو ملګري يوه ويډيو سي ډي راكړه چې د طالبانو د اوسنيو جګړو ژوندۍ عكاسي پكي شوې وه، تر ټولو دردوونكې، وحشې، او له ظلمه ډكه صحنه يې د يو څو بنديانو حلالول وو. ډېر حيران ورته پاته شوم، له هغه راهيسي مې له ژوند او انسانيته خوا توره شوې ده. د دې صحنې له ليد� �و وروسته مې د ملاصاحب هغه ټولې خبرې سترګو ته ودرېدې چې ويل به يې:((دا د پرديو ايجنټان دي! نه يې اسلام مقصد دى او نه يې جهاد هدف وو!))كه له احساساتو را ووزو او په سالم عقل فكر وكړو او خداى ته مخ بنده ته شا كړو، نو مسلم ان خو هيڅكله داسې نه كوي، حتى كافر چې كه يې په سينه كې واقعاً د انسان زړه پروت وي هغه هم داسي نه كوې، چې يو څوك دي د كامرې مخته راولي او بيا دي يې پر غاړه چاړه را كش كړي او ويډيو سي ډي دي يې بازار ته د خپل تجارت لپاره وړاندي كړي، بدبختي خو دلته ده چې نوم يې هم د اسلام وركړى دى.هسې خو هم نن سبا په نړۍ كې مسلمانانو ته د ترهګ� �و، ظالمانو او وحشيانو په سترګه كتل كېږي، نور خلك به پرېږدو، خو كه يو غير مسلمان چې د اسلام په اړه معلومات نه لري دغه ويډيو سي ډي وګوري هغه به د اسلام او مسلمانانو په اړه څه فكر وكړې؟ آيا سل په سل كې به يې دا زړه ته تېره نه شي چې خداى مكړه اسلام يعني ظلم؟ اسلام يعني ورور وژنه؟ اسلام يعني ترهګري او وحشت؟بيا به نو هغه م� �ا صاحب چيرې وي چې اسلام د سولې، مينې، ورورولۍ، يووالي او د عدل دين ورته معرفي كړي. ",(د ملا صاحب خبري ) دسلېمان احمدزي ليکنه 4483,," دواړه لوروافغان دولت او طالب جنګياليو منلې چې د غزنى د واغز په لسوالۍ کې يې د يو بل په پلويانو ډزې کړې او يو بل ته يې مرګ او ژوبله اړولې ده . غزنى کې د پوليسو چارواکو منلې چې يو دولتى پوليس د نښتى په مهال ټپى شوي او دښمن ته يې مرګ او ژوبله رسولې . يو طالب وياند ويلى ٣ تنه دو� �تى پوليس يې وژلى او طالبانو ته په کې زيان نه دى رسيدلى. ",د غزنى په واغز کې نښته شوې 4484,ميرويس جلال.ي," يو بي آدرسه له نا څرګند ځاي يوسف نومي كس چې ځان ته د طالبانو په استازي توب د وياند لقب وركوي وايې د هلمند چاودنه د دوي له خوا تر سره شوي خو دومره مرګ ژوبله يې نلرله چې څومره د هلمند پوليسو اعلام كړي وه. د هلمند د والي وياند محي الدين خان وويل په دي چاودنه كې ۱۷ تنه چې لس تنه يي ماشومان دي وژل شوي او څه باندي ۴۵ تنه ژوبل شوي دي . قاري يوسف وايې دا چاودنه له ريموټ كنترول بم څخه رامنځ ته شوه او يوازي ۷ تنه پكې وژل شوي او هغه هم هغه كسان دي چې دولت پلوي دي. دا چاودنه چي د لښكر ګاه ښار په مركزي بازار كې رامنځ ته شوه په پايله كې يې د افغانستان د ديموكراتيك جمهوريت د واكمني پر مهال د هلمند و� �ايت امنيه قوماندان خان محمد د هغه يو ورور او څو تنه ساتونكي هم پكې وژل شوي وو. په داسي حال كې چې انتحاري حم� �ي په افغانستان كې لرغونتوب نلري كارپوهان هغه له عراق څخه افغانستان ته صادرونكي پديده بولي. ",طالبان : د هلمند پوليس دروغ وايې! 4485,ميرويس جلالزي," وروسته له هغه چې د پاكستان د بلوچانو مشر نواب اكبر بګتي د پاكستاني سرتيرو په يو بريد كې د شنبي په ورځ ووژل شو د دي هيواد په كويټه ، پيښور او كراچې ښارونو كې لاريونونه وشول. په دي لاريونونو كې په لسګونو دوكانو ته اور وركړ شوي ، د څو بانكونو وداني وسوځول شوي او څه باندي لس ښاري بسونو هم د اوري خوراك شول. رپوټونه وايي په دي مظاهرو كي ۵ پوليس او په لسګونو لاريون كونكې هم ژوبل شوي دي. ",د نواب اكبر بګتي مړينه او راپاريدلي مظاهره چيان 4486,," افغان ولسمشر حامد کرزي تيره شپه د يوې لنډې ت� �ويزيونى وينا په ترځ کې دهلمند ولايت د لشکرګاه ښار چاودنه ،چې له امله يې ١٧ تنه مړه او ٤٧ تنه نور ټپيان � �وي ،په تونده ژبه وغندله او دا کار يې د خلکو سره دښمنې وبلله . ده وويل د افغانستان دښمنان نه شي کولاى په دا ډول ورانکارو عملونو سره د افغانستان د پرمختګ او ترقى مخه ونيسي . کرزي د پېښى د قربانيانو له کورنيو سره غم� �ازي وښودله .چاودنه پرون غرمه د لشکرګاه ښار د ننه رامينځ ته شوه او يو طالب وياند ومنله چې دغه بريد ددوى له خوا ترسره شوي دي. د عينى شاهدانو د ويناوو له مخې د بريد ډير شمير قربانيان ولسى وګړي دي . په چاودنه يو بهرنۍ عسکر هم ټپي شوي دي. ",افغان ولسمشرد لشکرګاه چاودنه وغندله 4487,ميرويس جلالزي," د كابل د امنيه قومانداني جنايي آمر علي شا پكتياوال وايې د دي انجينر مړي يې د دوشنبي په شپه د صنعتي پاركونو په واټ موندلي . ويل كيږي پوليسو د دي ت� �كي انجينر د وژني په تور ۴ تنه افغانان او دوه پاكستانيان نيولي دي. ", په كابل كې يو مړ تركي انجينرل و موندل شو 4488,ميرويس جلالزي," ولسوال جنرال صالح ګل ويل تښتونكي نه پيژني خو هغوي ګواښ كړي چې كه دې له دولتي دندي څخه ګوښه نشي نو هغوي به يي زوي ووژني. د قرباغ د ولسوالي د ولسوالي زوي په خپله هم يو امنيتي مامور وو چې د خپل كار په لور له خوځيدو وروسته تښتول شوي ده . د يادوني وړ ده چې د نوموړي د برخليك په اړه تر اوسه څه ندي ويل شوي. ",د غزني د قرباغ ولسوالي د ولسوال زوي وتښتول شو 4489,ميرويس جلالزي," په افغانستان كې د دي ځواكو وياند تام كولينز پرون وويل چې د ارزګان ترينكوټ ښار ته نژدي مو د طالب جنګيالو پينځلس تنه پلويان په يو بريد كې له مينځه وړي دي. ويل كيږي د وژل شويو كسانو په ډله كې د طالبانو يو مشهور قوماندان هم ليدل شوي ده. ",ايتلافي ځواكونه: په ترينكوټ كې ۱۵ تنه اورپكي وژل شوي 4490,ميرويس جلازي," ايتلافي ځواكونه وايې د القاعدي دا غړي يې پرون د يو � �ړ خاصو عملياتو پر مهال په كنړ كې وژلي ده . دا چې د القاعدي دا غړي څه نوميږي او د كوم هيواد وګړي ده په اړه يې څه ندي ويل شوي. له دي مخكي د لندن د الوتكو د تښتوني په شنډ شوي پلان كې ځينو نيول شويو پاكستاني الاصل ب� �يټانويانو ويلي وو چې دوي د افغانستان د كنړ په ولايت كې د القاعدي له يو وتلي مشر څخه دستور اخيستي وو چې ا� �وتكي وتښتوي خو دا پلان د پوليسو او استخباراتي څانګو په مداخله شنډ شو. ",په كنړ كې دالقاعدي يو مشر وژل شوي 4491,"م يرويس جلازي"," د پاكستان د اطلاعاتو مشر پرون رسنيو ته وويل چې دوي د نواب اكبر خان بګتي په وژنه ډير خواشيني شوي دي او دوي نه غوښتل چې ښاغلي بګتي په فزيكي ډول له مينځ و� �اړ شي خو كله چې فوجيانو د بګتي په پټن ځآي بريد وكړ په پټن ځآي كې له پخوا څخه ځاي پر ځاي شوي ماينونه وچاوديدل چي په پايله كې يې د بلوچانو مشر نواب اكبر خان بګتي خپل ژوند له لاسه وركړ. له بلي خواه افغان او پاكستاني سياسي كارپوهان د بګتي وژنه په سيمه كې د ناآراميو د څپي د پراخيدو لامل بولي . د افغانستان ولسي جرګي د بګتي وژنه په كله وغندله . نواب اكبر خان بګتي چې له ۱۹ كلني څخه راپدي خواه د سياست ډګر ته راوتلي وو د ۷۹ كلو سياسي مبارزي وروسته د شنبي په ماښام د بلوچستان ايالت په كوهلو سيمه كې خپل ژوند له لاسه وركړ. ",پاكستان: مونږ نه غوښتل چې بګتي ووژل شي 4492,ميرويس جلالزي," يوو بريټانوي سرتيري چې نه يې غوښتل نوم يي خپور شي پرون يې يوي غربي رسني ته ويلې چې په افغانستان كې ميشته بريټانوي سرتيري د مهال ويش سره سمي وس� �ي نه استعمالوي او هغوي داسي د وسلو او مرميو كارولو ته مخه كړې چې كيداي شي د هغوي اوسني وسلي ا و مهمات د ژمي تر را رسيدو مخي تمام شي. مخكي تر دي ټاكل شوي وه چې اوسني وسلي او مردكې بآيد تر راتلونكي پسرلي پوري ب� �يټانوي سرتيرو ته بسنه وكړي. د بريټانيا دولت په افغانستان كې خپلو پوځي لګښتونو ته څه باندي دوه مليارده امريكايي ډالره بيل كړي دي. دا هيواد څه باندي شپږ زره سرتيري چې ډيري يي په هلمند ولايت كې ميشته دې په افغانستان كې لري. ",په افغانستان كې د بريټانوي سرتيرو د وسلو لانجه 4493,ميرويس جلالزي," وروسته له هغه چې د افغانستان منتخب ولسمشر حام د كرزي د رواني اوني په پيل كې د هالند له لمړي وزير سره په كابل كې يوي خبري غونډي ته وينا وكړه او له غربي � �سنيو څخه يي سرټكونه وكړه هغه وويل چې دوي له ايتلافي قواوو سره په افغانستان كې د ترهګرو په وړاندي جګړه كې په ځيني مواردو كي اختلاف لري. د حامد كرزي د دي وينا په وړاندي په افغانستان كې د امريكا په مشري د ايتلاف قواوو وياند تام كولينز وويل چې دوي له افغان دولت سره هيڅ راز اختلاف نلري او له هغوي سره څنګ په څنګ د ترهګرو په وړاندي مبارزه كوي. ",ايتلافي ځواكونه: له كرزي سره هم غږي يو 4494,ميرويس جلالزي," دافغانستان د سوداګري اطاق مشر حميدالله فاروقي دا غوښتنه وروسته له هغه د دوشنبي په ورځ په يوه خبري غونډه كې له يو لړ نورو غوښتنو سره يو ځآي له دولت څخه مط� �ح كړه چې د ده په وينا كه دا كار وشي نو په هيواد كې به د اوزګارتيا په كچه كې لس په سلو كې كموالي راشي. نوموړي وويل د هيواد ډيري اداري په اداري فساد ، بډي اخيستني ككړي دي او كه دا لانجه حل نشي نو سوداګر نشي كولاي په � �اډه زړه په هيواد كې پانګه واچوي. ",پانګونه دي په افغانستان كې پراخه شي 4495,ميرويس جلالزي," د پاكستان د پارلمان پ پروني ناسته كې وروسته له هغه غوغا ګډه شوه چي مخالفو ګوندونو غوښتل د بلوچ مشر نواب اكبر بګتي په مړينه د دوي له خواه ليكل شوي غمجن پريكړه ليك واوروي د پارلمان مشر وكيلانو ته خنډ شو او له هغوي څخه يي غوښتنه وكړه چې دا پريكړه ليك پر ځاي پريدي. له دي سره سم ځيني چپ اړخي وكيلان له غونډي بهر شول او ځينو هم خپل پريكړه ليك ولوست په پريكړه ليك كې د نواب اكب� �خان بګتي وژنه په كلكه وغندل شوه او كين ارخو وكيلانو له قضايي اداري خواست وكړ چي د بګتي د وژني په اړه د قتل يو كيس پرانيزي. له بلي خواه بلوچو وسلوالو ګواښ كړي چي د خپل وژل شوي رهبر كسات به خامخ اخلي . د پاكستان د اطلاعاتو مشر پرون وويل دوي نه غوښټل په فزيكي لحاض نواب اكبر خان بګتي ووژني . بلوچان ودايي د دوي د وژل شوي مشر مړي بايد ډير ژر ورته وسپارل شي. ",د پاكستان د پارلمان پروني ناسته 4496,," افغانستان ولسى جرګې نن د خپلې ناستې په مهال د يو پريکړه ليک په صادرولو سره د پاکستان د بلوچستان ايالت د بلوڅ سردار او سياستوال نواب بګټى وژل وغندل او دا يې يو ظالمانه اقدام وباله . بګټى د اګست په ٢٦ نيټه د پاکستانى فوځ د عملياتو په ترځ کې د کوهلو په يوه غرنۍ سيمه کې له يو شمير خپلو جنګياليو سره ووژل شو . د نوموړى د وژل کيدو په اړوند دپاکستان دننه هم مختلف غب� �ګونونه ښودل شوي دي . د پاکستان د اطلاعاتو وزير د نوموړى وژل کيدل يوه طبيعي خبره بللې ده . دافغانستان د ب� �وڅو د شورا مشر ذالفقارد بګټى وژنه افغانستان ته د نوموړى د کډه کيدو له نيت سره تړلې ده . ",افغان ولسى جرګې د بلوڅ سردار وژل غندلي 4497, قدوسي سلیمانخېل,"  (۱۷)  � �ه پخوانیو ملګریو سره خپلوي پالهبل هم د ملګرتيا له آدابو ځخه دا دي چي زړه خپلوي او آشنائي او قرابت بایدوپالل شي او مسلمان بايد وفاداروي عن جابرقال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم إن الله تعالى يحب المداومة على الإخاء القديم فداومواعليه .  (الديلمي)له جابررضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : الله تعالى له خپلو بندګانو ځخه دا خوښوي چي په زړه خپلوي ټينګ پاته شي نو له دي وجهي تاسي په زړه خپلوي باندي همېشه توب کوۍ .عن عائشة رضي الله تعالى عنهاقالت قال � �سول الله صلىالله عليه و سلم: إن الله تعالى يحب حفظ الود القديم . (كنزالعمال)عائشه رضي الله تعالى عنها روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : الله تعالى دزړې خپلوي او ميني پالل خوښوي .عن عائشة قالت جاءت عجوز إلى النبي  صلى الله عليه وسلم  وهو عندي فقال لها رسول الله  صلى الله عليه وسلم  من أنت قالت أنا جثامة المزنية فقال بل أنت حسانة المزنية كيف أنتم كيف حالكم كيف كنتم بعدنا قالت بخير بأبي أنت وأمي يا رسول الله فلما خرجت قلت يا رسول الله تقبل على هذه العجوز هذا الإقبال فقال إنها كانت ت� �تينا زمن خديجة وإن حسن العهد من الإيمان (المستدرك على الصحيحين) له عائشه رضي الله تعالى عنها ځخه � �وايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يوه بوډۍ ښځه راغله او دی (ص) زما په اطاق كي وو رسول الله صلى الله عليه وسلم پوښتنه ځیني وكړه چي ته څوك یې؟ هغې ښځي ورته وويل زه جثامة المُزَنية،  يم رسول الله صلى الله عليه وسلم  ورته  وويل چي جثامة نه بلكه حسانة المُزَنية یې څرنګه ياست ؟ څه حال مو دی؟ له مونږ وروسته مو څه حالات وو ؟ بوډۍ ښځي ورته وويل ښه په خير يو زما مور او پلار د له تا ځخه ځارشي چي كله  هغه ولاړه ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وويل چي ددې بوډۍ دداسي ښه هركلی ولي وكړ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : چي كله خديجة � �ضي الله تعالى عنها ژوندي وه داښځه به د هغې لپاره زمونږ کور ته راتله او وفاداري د ايمان جزء او حصه ده. (جثامة بدشكله يا بدخويه ته وائي او حسانة شائسته ته وائي .)   ابومحمد المغازي (رح)وائي : من أحب أن تدوم له المودة فليحفظ مودة إخوانه القدماء.  (اداب الصحبة)كه څوك دا غواړي چي آشنائي ئي دوام داره او هميشنۍ شي نو دله پخوانيو دوستانو او وروڼو سره خپلوي پالونكی او وفادار پاته شي .  په سلف صالحينو كي ځينو پوهانو داسي وئيلي دي .عاشروا الناس معاشرة إن غبتم حنوا إليكم وإن متم بكوا عليكم. (اداب الصح بة)له خلګو سره په داسي شكل ګوزاره وكړۍ چي كله ځيني مسافر شي يادیې شۍ او در پسي پرېشانه وي  او چي مړه  شۍ درباندي وژاړي .(۱۸)   په تنګلاسي كي د ملګري لاس نيسهبل هم د ملګرتیا له آدابو ځخه دا دی چي کله  هم ستا د مسلمان  ملګري اقتصادي وضع کمزوري شي او مجبورتیا ور باندي راشي نو په تنګ لاسي كي یې مرسته په ارت لاس او پراخه سينه سره وكړه خپله هستي ورسره شریکه کړه او دا هرڅه یواځي د الله تعالی د رضا د حصول لپا� �ه او سرچپه د هغه جيب ته  سترګي مه  غلي كوه  .له يوه د سلف صالحينو ځخه چا پوښتنه وكړه داسي ملګرتيا راته  وښايه چي هم زه په هغه ملګرتياكي صحيح سلامت يم او هم مي پاللي وي هغه ورته وويل :وسع على أخيك م الك ولا تطمع في ماله وانصفه ولا تطلب منه الإنصاف واستكثر قليل بره ويكون إكرامك له أكثر من إكرامك لنفسك. (اداب الصحبة)له خپل مال ځخه  دهغه حاجت په ارت لاس پوره كړه د هغه د مال او دارایې تمه مه ساته ،  خپل  هرڅه ورنيم كوه او له هغه  ئي مه غواړه اوتر خپل عزت د هغه د عزت زيات خيال ساته .ياران باشد كه گيرد دست دوست ..............................   درپريشان حالي ودرماندگيملګری خو هغه وې چي په پرېشاني او مجبورتیا کي د خپل ملګري لاس ونیسي نه بایدداسي وي لکه چي پښتانه وایې : دښې ورځي مي ورور یې د بدي ورځي مي پېغور یې .له ب� �ه يوه چا ځخه پوښتنه وشوه چي يو سړی له خلګو سره داسي ګوزاره كوي چي نه ئي عزت كوي او نه په هغوي تكبركوي دا به څرنګه وي؟  هغه په جواب كي ورته وويل : فإنه يعادي صديقه ويكرم عدوه فإن إخوانه في الله أصدقاؤه ونفسه عدوه قال روى عن النبي صلى الله عليه وعلى آله وسلم أعدى عدوك نفسك التي بين جنبيك . (اداب الصحبة) چي هغه له دوست سره دښمني كوي او ددښمن عزت كوي ځكه چي خدائي وروڼه ئي دوستان دي او خپل نفس ئي دښمن دی او رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائيلي دي چي د انسان لپاره تر ټولو ستر دښمن د هغه خپل ځان دی . (۱۹)  دملګري راز پټ ساته او چاته یې مه لوڅوهكله چي يوه ملګري يوه خبره درته وكړه او يا د بل چا له خولې ته د هغه په يوه راز خبر شوې داد هغه په تاشرعي او دملګرتیاحق دی چي د هغه راز پټ  وساتې دا له تاسره د هغه امانت دی  راز هغي پټـي خبري ته  وائي چي د راز خاوند د هغه نشراو ياد نوروپه هغې خبريدل نه خوښوي او داد ملګرتيا او وروروالي له آدابو ځخه دی خواه كه هغه راز ستاملګري په تا امانت كړي وي او كه ئي نه وي امانت كړي خو ته به تر هغه وخته داراز پټ ساتې تر څو د له هغه ځخه د هغې خبري د لوڅولو اجازت نه وي تر لاسه کړی د هغه د راز لوڅ ول له ملګرتيا سره خيانت دي او په کامل مسلمان کي دا خوی نه وي .عن جابر بن زيد قال بلغني عن رسول الله  صلى الله عليه وسلم  قال من روع مسلما روعه الله يوم القيامة ومن أفشى سر أخيه أفشى الله سره يوم ال� �يامة على رؤوس الخلائق. (مسند الربيع)له جابر بن زيد رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : چاچي مسلمان وويرولوالله تعالى به ئي د قيامت به ورځ ووېروي او چاچي د خپل ورور راز � �وڅ كړ الله تعالى به ئي د قيامت په ورځ د ټول مخلوق په حضور كي راز لوڅ كړي .عن أنس بن مالك رضي ا� �له عنه قال قال رسول الله إذا حدث الرجل ثم ألتفت فهو أمانة له. (مسند ابي  يعلى)له انس بن مالك رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: كله  چي يو سړی خبري كوي اويوي او بلي خوا ته ګوري نو پوه شه چي د خپلي خبري پټول غواړي دهغه دا خبري له تاسره دهغه امانت (راز)دي .حدثنا ثابت عن أنس رضي الله عنه قال خرجت من عند النبي متوجها إلى أهلي فمررت بغلمان يلعبون فأعجبني لعبهم فقمت على الغ� �مان فانتهى إلى النبي وأقام عليهم وسلم على الغلمان ثم أرسلني في حاجة له فرجعت إلى أمي بعد الوقت الذي كنت أ� �جع إليهم فيه فقالت أمي ما حبسك اليوم يا بني قلت أرسلني النبي في حاجة قالت أي حاجة قال قلت يا أماه إنها سر � �الت يا بني فأحفظ على نبي الله سره قال ثابت فقلت لأنس يا أبا حمزة أتحفظ تلك الحاجة اليوم أو تذكرها قال إني � �ها حافظ ولو حدثت بها أحدا لحدثتكها يا ثابت .  (المطالب العالية)ثابت له انس رضي الله تعالى عنهما ځخه روايت كوي چي هغه فرمائي يوه ورځ د رسول الله عليه وسلم له خدمت ځخه د باندي راووتلم هلكانو لوبي كولې ماته ئي هم خوند راكړ ماشوم وم ورته ودريدلم رسول الله صلى الله عليه وسلم را غی او هلكانو ته ئي سلام ورواچولو او ودريدلو او زه ئي په يوه كار پسي ولېږلم هغه كارمي وكړ كورته چي کله خپلي مورته واپس راغلم مورمي راته وويل چي نن ولي وځنډېدلي ما ورته وْويل چي رسول الله صلى الله عليه وسلم په يو كار پسي ولېږلم ځکه وځنډېدلم هغي راته وويل څه كار یې وو؟ ما ورته وْويل چي هغه پټ كار وو هغي راته وويل چي زمازويه د الله تعالى د پيغمبر راز همداسي پټ  وساته چا ته یې مه وایه ثابت رضي الله تعالى عنه وائي چي ډېره زمانه وروسته ما انس رضي الله تعالى عنه ته وويل چي آيا هغه خبره د اوس په يادده څه خبره وه؟ انس رضي الله تعالى عنه وفرمايل هو زما ياد ده خوكه هغه خبره ما يو چاته كولای  تا ته به مي هرومرو كړي وای .عن معاذ بن جبل قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  استعينوا على حوائجكم بالكتمان فإن كل ذي نعمة محسود (حلية الأولياء) معاذ بن جبل رضي الله تعالى عنه روايت كوي چي رسول الله صلى االله عليه وسلم وفرمايل : خپل ضرورتونه د راز په ساتلو پوره كوۍ ځكه چي هر د نعمت له خاوند سره حسد كېږي .عن ابن عمررضي الله تعالى عنهما قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: إذا كان الرجلان في المجلس يتحدثان في السرفلايجلس إليهما ثالث حتى يستأذنهما  (الديلمي)له عبد الله بن عمررضي الله تعالى عنهما ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : كله چي په مجلس كي دوه كسان پټي خبري سره كوي نو دريم كس د تر  هغه وخته نژدې نه ورته كيني چي ترڅوئي له هغوی ځخه د كيناستلو اجازه نه وي تر لاسه کړي .شاعر وایې :ليس الكريم الذي إن زل صاحبه ........................................  بث الذي كان من أسراره علماان الكريم الذي يبــقي مودتـه.........................................  ويحفظ السر إن صافا وإن صرم اهغه څوك ځوانمرد نه دی چي كه له ملګري ځخه خفه شي په كومورازونو چي ئي خبر وي هغه ټول لوڅ كړي بلكه ځوانم رد هغه څوك دی چي ملګرتيا وپالي او رازونه وساتي كه دوي دواړه سره خوشاله وي او كه سره خپه وي . (۲۰)    دخپل ملګري په مخ کي له بل چا سره پټي خبري مه کوهبل د ملګري له حقوقو ځخه دا دی چي د هغه په حضور کي له بل چا سره پټي خبري مه کوه ځکه چي دا کار هغه ته تکلیف رسوي او هغه په شک کي اچوي او که ورته نه ووایې په تا هم بد ګمانه کېږي چي کیدای شي هغه خبره دده په هکله کړي وي او یا هغه د ملګرتیا په اساس دا خپل حق وګڼي چي ستا په هر راز باید خبر وي .وقد روي عن النبي  صلى الله عليه وسلم  أنه قال لا يتناجى اثنان دون واحد فإن ذلك يؤذي المؤمن والله عز وجل يكره أذى المؤمن  (سنن الترمذي) روايت شوی دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم و فرمايل : چي درييم كس موجود وي نو دوه كسان د پټي خبري نه سره كوي ځكه چي دا مسلمان ته تكليف پېښوي او الله تعالى مْومن ته ضرر رسول نه خوښوي .عن عبد الله بن عمررضي الله تعالى عنهما قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم: لا يتناجى اثنان دون الواحد ولايدخل الواحد على الاثنان وهما يتناجيان. (الدارقطني)له عبد الله بن عمررضي الله تعالى عنهما ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : ددرييم كس په موجوديت كي د دوه كسان پټي خبري نه سره كوي او چي كله دوه كسان په پټو خبرو سره � �ګياوي نو درييم كس د نه ورننوځي .إذا ما جعلتَ السرِّ عند مضيّع .........................................  فإنك م من ضيعّ السرَّ أذنبُكله چي ته خپل راز يوداسي چا ته وسپارې چي هغه تاته معلوم وي چي راز نه ساتي نو كه هغه ستا راز ښكاره كړي نو دا د هغه ګناه  نه ده بلكه ټوله ګناه ستاده .السرّ يكتمه الاثنان بينهما .......................................   وكلّ سرِّ عدا الاثنين منتشرراز صرف دوه په خپل مينځ كي ساتلي شي او چي له دوو ځخه ووتلو نو بيا نشر شولو او نه ساتل كېږي . (هغه دوه شونډان دي)اذا المرء أفشى سره بلسانه .............................................  و لام عليه غيره فهو أحمقإذا ضاق صدر المرء عن كتم سرّه ........................  فصدر ال� �ي يستودع السرّ أضيقكله چي يو څوك خپل راز په خپله خوله لوڅ كړي او بيا بل څوك ملامت کوي چي د هغه راز یې لوڅ كړ نو هغه احمق او ناپوه دی اوكله چي د نارينه سينه د خپل راز لپاره تنګه شوله نو دبل سينه چي هغه ئي امانت ورته سپاري د هغه دراز لپاره زياته تنګه ده . (۲۱)   له ملګري سره مشوره كوهپه ځينو عمده وو او پېچلو أهموكارونو كي له خپلوهوښیارواو پوه ملګريو او وروڼو سره مشوره كول هم د ملګرتيا له حقوقو ځخه ده  هغه څوك چي دهغه كارونه له مشورې ځخه سرچينه آخلي هغه غالبا په عاقبة الامر كي مثمراو ګټوور وي او په نتایجو یې نه پښېمانه كېږي او دا يو مسنون عمل دی الله تعالى رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ارشاد کوي اوفرم ائي :  (وشاورهم في الأمر فإذا عزمت فتوكل على الله ) له خپلو اصحابو یعني ملګرو سره په كا� �كي مشوره كوه او چي كله دعزم ( پخه اراده وكړه اوپه كاردلاس پوري كړ) بيا هغه کار په الله تعالی سپاره .بل ځاي الله تعالى فرمائي :    (وشاورهم في الامر)او له خپلو ملګریو سره په عمده كارونوكي مشو� �ه كوه .  عن ابن عباس قال لما نزلت هذه الآية ( وشاورهم في الأمر)   قال رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وسلم إن الله ورسوله غنيان عنها ولكن جعلها رحمة لأمتي فمن شاور منهم لم يعدم رشدا ومن ترك المشورة لم يعدم غيا .  (اداب الصحبة)ابن عباس رضي الله تعالى عنهما فرمائي چي كله دا آيهْ كريمه  (و� �اورهم في الامر) نازل شو رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل چي الله تعالى او د هغه رسول له بل چا سره له مشوري ځخه بي نيازه دي ليكن الله تعالى مشوره زما د امت لپاره رحمت ګرزولي ده چاچي مشوره وكړه بي لاري به نشي او چاچي مشوره  ونكړه  روغ او مثبت نتایج به نکړي تر لاسه .عن أبي هريرة قال ما رأيت أحدا من الناس أكثر مشورة لأصحابه من رسول الله  صلى الله عليه وسلم .  (الترمذي)ابو هريره رضي الله تعالى عنه فرمائي چي په خلګو كي ما بل څوك ونه ليدلو چي تر رسول الله صلى الله عليه و سلم ئي له خپلو ملګريو سره زياتي م� �ورې كړي وي .إذا كنت في حاجةٍ مرسل........................................................  فأرسل حكيما ولا توصهِوإن بابُ حزمٍ عليك التوى  .....................................................  فشاور لبيباً ولا تعصهولا تنطق الدهر في مجلس   ..................................................   حديثا إذا انت لم تحصهكه د كله په يوه كار پسي څوك لېږلو نو پوه سړی لېږ ه  او پوهولو ته ئي ضرورت نشته اوكه يو مشكل مخي ته درته راغي نو له هوښيار انسان سره مشوره كوه او بيا ئي د� �ايي مخالفت مه كوه. اوكله هم هغه خبره مكوه چي مخكي د د عقل په غلبېل چڼلي نه وي .شاعروائي:شاور سواك إذا نابتك نائبة ...................................................   يوما وإن كنت من أهل المشوراتفالعين تنظر منها ما دنا ونأَى  .................................................................  ولا ترى نفسها إلا بمرآةچي كله يــو مشكل درپېښ شولو نو له بل چا سره مشوره كوه كه څه هم ته دومره هوښيار ئي چي نورخلګ له تاسره د مشورې لپاره راځي ځكه چي سترګي هرڅ ه ويني كه لېري وي اوكه نژدې خو سترګه خپل ځان بي له آّئيني ځخه نشي ليدلای .یادونـــــــــــــ� �ـه  :څرنګه چي ښځه هم د نارینه د ژوند ملګري ده او په ډېرو مواردو کي انسان د هغې نظر ته اړتیا لري او ځیني کسان ښځو ته د مشورې حق د ځینو واهیاتو په بنیاد نه ورکوي ځکه دا موضوع دلته اشارتاً یادووله ښځو سره مشوره كول شرعاكوم ممانعت نلري او په كتابونو كي ذكر دي چي د لور په متعلق د نارينه د هغي له مور سره مشوره كوي همدا راز رسول الله صلی الله علیه و سلم د أحد په غزا کي له خپلي مېرمني أم سلمة رضي الله تعالی عنها سره مشوره کړي او د هغې په رایه یې عمل کړی دی عمر رضي الله تعالی عنه د یوې مسلماني ښځي په رایه عمل کړی او فرماییلی یې دي (أصابت امرأة و أخطأ عمر) عمر خطاووت او د ښځي رایه په حق وه  همدا راز د شعیب علیه السلام لور خپل پلار ته مشوره ورکړه چي موسی علیه السلام د هغه د امانتداري او د خدای ورکړي طاقت په وجه شپون مقرر کړي دا قصه قرآنکریم په وضاحت سره نقل کړي ده  (قالت یآ أبت استأجره ان خیر من استأجرت القوي الأمین) او پلار یې مشوره ور واخېستله بناءً له ښځو سره مشوره کول د انبیاوو سنت دی نور دلایل او ح� �ایق هم شته .. یو حدیث چي ځیني کم علم کسان ورباندي دلیل نیسي چي ګواکي رسول الله صلی الله علیه و سلم  و فرم ایل : شاوروهن و خالفوهن (ترجمه) له ښځو سره مشوره کوۍ خو په رایه یې عمل مه کوۍ محدثینو دا حدیث ضعیف ګڼلی ځینو خو بالکل دا موضوعي ګڼلی دی چی په رسول الله صلی الله علیه وسلم پوري افتراء ده بناء دا حدیث نه دی ، او که وي هم  ضعیف دی ( حواله به یې د ښځو په حقوقو کي ذکر شي ) له ښځو سره مشوره کول ښه کار دی په تېره بیا د کور په چارو کي ،  او په بهرنیو معاملاتو کي که ښځه د بصېرت څښتنه وي هم مشوره ورسره کوۍ او رایه یې ګورۍ  او د نارینه مشاور په شان که د هغې نظر سلیم وي عمل ور باندي کوۍ او که نه مقابل لوری یې نیسۍ .یو بل حدیث چي هم ځیني کسان یې د ښځي د مقام د راښکته کولو لپاره کاروي هغه دا دی چي ښځي ناقص العقل او ناقص ا� �دین دي هم ځانګړی مفهوم لري چي پخپله یې رسول الله (ص) په همدغه حدیث کي تفصیل ورکړی دی .ښځه هم د نارینه په شان انسان ده اود بشپړکرامت څښتنه ده اسلام ورته د عزت مقام ورکړی دی نیمه انساني ټولنه تشکیلوي هغه د انسانیت م ور ده د نارینه په شان حقوق او واجبات لري ترڅو له بحث ځخه لېري ولاړ نه شو خبره په دې ځای پرېږدو ځما دا خبري د کتابونو ځخه اخیستل شوی دی چي د هغه چا دلایل چټي ښیې چي له ځینو احادیثو ځخه د ښځو د مقام د راښکته کولو لپاره استدلال ورځخه کوي  دښځو د حقوقو په بحث کي به دې موضوع  ته بشپړه پاملرنه وشي  او د کتابونو حوالې او تاریخي ح قایق واقعات به د کتاب الله او سنت نبوي په رڼا کي درنو لوستونکیو ته وړاندي شي . (۲۲)    د ملګ� �ي رایه محترمه ګڼه او مخالفت یې مه کوهکه ستا ملګری کله یو نظر وړاندي کړي او یا د مشورې په بڼه کي خپله � �ایه ښکاره کړي نو د ملګرتیا له آدابو ځخه یوداهم دی چي د هغه نظر محترم وګڼې او رایه یې په صمیمیت سره در واخلې البته که د هغه نظر د اسلام له ارزښتونو سره منافي او اخلاقي نېمګړتیاوي ولري په ګډه مشوره سره دشریعت سره ب� �ابر تعدیل په کي راوړۍ او بیا یې د عمل په ډګر کي پیاده کړۍ او که د تعدیل امکان په کي نه وي او سراسر د اسلام او اخلاقو له چوکاټ ځخه د هغه نظر وتلی وي رد یې کړه او مه یې در آخله ځکه چي د مسلمان نصب العین په هرڅه کي تر ټولو د مخه د الله تعالی رضا وي که د هغه د نظر د منلو په صورت کي د الله تعالی د حکم او د هغه درسول صلی الله علیه وسلم د کړنلاري مخالفت کېږي نو بیا د ملګري د نظر ارزښت له مینځه ځي ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې  :لاطاعة للمخلوق في معصیة الخالق .په هغه کار کي چي د الله نافرماني او معصیت په کې وي د هغه د مخلوق خواه که هغه ستا مور او پلار هم وي څه اطاعت نشته .بل هم په دنیوي امورو او مادیاتو کي له ملګري او م سلمان ورور سره مخالفت مه کوه ځکه چي مادیات او دنیوي چاري ددې ارزښت نلري چي خپل ملګری او مسلمان ورور ور باندي خپه کړې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :لوکانت الدنیا تزن عند الله جناح بعوضة لما أعطی الکافر منها جرعة ماء .که دنیا او مادیات د الله تعالی په نزد د غوماشي د یوه وزر تول درلودلای کافر انو او خپلو دښمنانو ته به یې د اوبو د یوه غوړپ په اندازه ورځخه نه وای ورکړي .يحيى بن معاذ رحمة الله تعالى عليه فرمائي :   الدنيا بأجمعها لا تسوى غم ساعة فكيف بغم طول عمرك فيها وقطع إخوانك بسببها مع ق� �يل نصيبك منها. (اداب الصحبة) دنياټوله د يوې شېبې دخفګان ارزښت نلري نو ته څرنګه خپل ټـول ژوند په غم كي تېروې او د هغې په  سبب خپل وروڼه له ځانه بېلوې سره له دي چي ستا ونـډه په دي دنياكي ډېره كمه ده . (۲۳)   خپل ملګري ته که نصېحت کول وغواړې پټ یې ورته کوهچي كله هم ستا د ملګري ځخه کوم نواقص درته څرګند � �ول  نو تر هرڅه د مخه هڅه وکړه هغه په پرده کي وساتې او چا ته یې څرګند نکړې او چي کله د وغوښتل خپل ملګری ور ته متوجه کړې او وغواړې چي هغه خپلي نېمګړتیاوي روغي او اصلاح کړي په تنهایې که ور سره پرې خبري وکړه او په ښه اس� �وب سره یې پوه کړه اود خلګو په مخ کي مه ورته وایه ځکه چي د نورو په حضور كي نصيحت هم د هغه لپاره توهين اوسپكه ده او هم موثر او اغېزمن نه واقع كېږي او مطلوب نتائج لاس ته نه راوړي بناءًپه تنهایې کي هم  ستا د ملګري مزاج په پام كي نيسه او خپل موعظت د هغه د خيرخواهي او روغي راهنمائي په نيت په داسي شكل ورته وړاندي كړه چي ستا ي� �ين وي چي ستا خبري مْوثري واقع كېږي .امام شافعي رحمة الله تعالى عليه فرمائي  :تعمدني بنصحك في انفرادي   .................................................    و جنبني النصيحة في الجماعةفان النصح بين الناس نوع    .........................................................    من التوبيخ لا أرضى استماعه فان خالفتني و عصيت قولي   ..............................................................   فلا تجزع اذا لم تعط طاعةچي كله د ماته نصيحت كولو نو چي زه يواځي يم راته كوه ئي او د خلګو په حضور كي یې په دې وجه  مه راته كوه چي د نورو په مخ كي ماته نصيحت كول يو قسم ترټنه ده چي زه ئي اورېدل نه خوښوم كه ته زما دا خبره ونه منې نو بيا په دې مه خفه كېږه چي ستا اطاعت او فرمانبرداري نه ده شوي . ",په اسلام کي د ملګري حقوق او دملګرتیا اصول او آداب (دوهمه برخه) 4498,," نن سهارد ٧ نيموبجو شا خوا د کندهار شورندام سيمې ته نږدې د کندهار او سپين بولدک لويې لار په اږدو کې د ناتو او افغان دولت ځواکونو کاروان تر يو ځانمګري بريد لاندې راغلي چې د چارواکو د وينا له مخې ، له امله يې يوازې په خپله ځانمرګۍ او يو ولسى وګړى وژل شوي دي . په بريد کې يو دولتى افسر ټپي شوي دي . عينى شاهدانو بينوا ته وويل بريد هغه مهال تر سره شو چې يو موټر د ناتو ځواکونو کاروان ته نږدې والوزول شو. کندهار کې چارواکو منلې چې په موټر کې چاوديدونکى توکى ځاى پر ځاى شي وو . په کندهار کې د ايساف يو وياندميجر انيس له بينوا سره د چاودنې پخلۍ کړى او وايى ٢ عام افغان وګړى وژل شوي او يو بل ټپي شوي دي . ده وويل د ناتو ځواکونو ته مرګ او ژوبله نه ده رسيدلې . ",کندهارکې دناتوځواکونه ترځانمرګي بريدلاندې راغلي 4499,ميرويس جلالزي," يوسف نومي چې ځان د طالبانو وياند بولي له نا څرګند ځاي څخه يي خبري رسنيو ته په ټليفوني اړيكه كې وويل چي د كندهار د سپين بولدك ولسوالي بريد د دوي د جنګيالي له خواه شوي او په پايله كې يې د ناتو قواوو ته درنده مرګ ژ وبله اوښتي. د كورنيوچارووزارت د مطبوعاتي دفتر په خبر دا چاودنه له هغه كرولا موټر څخه رامنځ ته شوه چې د ناتو د قواوو له كارون سره نژدي والوزول شوه. په دي پيښه كې دوه تنه وژل شوي. عيني شاهدانو په ټليفون بينوا ته وويل چې د وژل شوي وګړي دبدن غړي د څړك څنډو ته پراته دې او د دوي په باور بريد كونكي پاكستان سړي ده . ",طالبان: د كندهار چاودنه مونږ وكړه 4500,," افغان ولسمشر حامد کرزي چې يو شمير دو� �تى لوړپوړو چارواکو او بهرنيو ديپلماتانو يې ملګرتيا کوله نن په ميدان ښار کې د ميدان وردګو او باميانو د سړک جوړولو کار د پټې په پرې کولو سر پرانسيت . دغه سړک چې ١٣٦ کيلومتره اوږدوالۍ لري په دوو پړاونو کې د ٢ ک� �ونو په بهير کې د ايتاليا هېواد په مالى مرسته جوړيږي . په لومړي پړاو کې به ٥٤ کيلومتره د ميدان ښار څخه د اونۍ تر غاښي پور ې د٣٨ ميليون ډالرو په لګښت ډمبر شي . ",دميدان وردګو اوباميانودسړک جوړولو کار پيل ش 4501,," د هلمند د لشکرګاه ښار د پرونۍ سختې چاودنې د ټپيانو له جملې څخه ٤تنه چې په روغتون کې تر درملنې لاندې وو،په حق رسيدلى دي . د ولايت وياند محى الدين بينوا ته وويل ،دوى د سختو او ژورو ټپونو له امله مړه شول . د پرونۍ چاودنې له امله ١٧ تنه مړه او ٤٧ تنه ټپيان شوي وو.د طالب وياند د وينا له مخې بريد طالبانو ترسره کړي دي . ",د چاودنې ٤ تنو ټپيانوخپل ژوند له لاسه ورکړ 4502,," د بدخشان له يو شمير ښوونځيو څخه لږترلږ ١٥٠ ښځينه ښونکى په دې روستيو کې له خپلو دندو ګوښه شوي دي . ددغه ولايت د پوهنې چارواکى ويلى چې دغه اقدام د افغانستان د پوهنې وزارت د نوي ريفورم له مخې ترسره شوي دي. ښځينه ښوونکى دا اقدام مناسب او عادلانه نه ګڼي او وايىيوازې پر ښځينه ښوونکو تطبيق شوي دي . ",بدخشان کې ١٥٠ ښځينه ښوونکي له دندوګوښه شوي 4503,," د بغلان او کندز د لويې لار په اوږدو کې د ګرداب سيمه کې د يوې ترافيکى پېښى له امله ١ تن مړ او ١٥ تن نور ټپيان شوي دي .ژوبل شوي کسان چې ٤ ميرمنې هم په کې شته د پلخمري روغتون ته ليږدول شوي او تر درملنې لاندې دي .د بغلان د ترافيکو د څانګې يو چارواکى د پېښى لامل د چلوونکو تيروتنې بللې دي . ",دترافيکى پېښى له امله بغلان کې ١ تن مړ او١٥ټپيان شوي 4504,," کندهار کې امنيتى چارواکو منلې چې د طالب جنګياليو د توغنديى بريدله امله د ژړى ولسوالۍ کې يو بهرنۍ او يو افغان عسکر ټپيان شوي چې دا مهال دکندهار هوايى ډګر په روغتون کې تر درملنې لاندې دي . بريد پرون غرمه او مازديګر ترسره شوي او دوه توغندى په دغه ولسوالۍ کې د ناتو او افغان ځواکونو په مرکزونو لګيدلي دي. ",دناتو اوافغان ځواکونو ٢عسکرکندهار کې ټپيان شوي 4505,," نن سهار ٩بجې شاوخوا د زابل ولايت د ق� �ات او شاجوى ترمينځ د کابل -کندهار د لويې لار په اوږدو کې د طالب جنګياليو د يو وسله وال بريد په ترځ کې د يو م وټر ٤ تنه سپرلۍ ټپيان شوي او دا مهال د زابل په روغتون کې تر درملنې لاندې دي . د زابل د پوليسو مشر بينوا سره د بريد پخلۍ کړي او وايى ژوبل شوي کسان د کندهار د والى ميلمانه وو.يو طالب و ياند بيا د ٧ تنو دوژل کيدو او ٣ م وټرو د له مينځه تلو ادعا کړې ده . ",زابل کې د کندهار دوالى ٤ تنه ميلمانه ژوبل شوي 4506,," د افغان ولسمشر حامد کرزي د لارښونې له مخې د سترې محکمې د مشر عبد السلام عظيمي تر مشرى د عدليې، ماليې د وزيرانو ، د ولسى د جرګى د يو شمير غړو ، لوى څا� �نوال او د ولسمشر د دفتر د يو شمير چارواکو په غړيتوب د ادارى فساد او درغليو ضد يو کميسون جوړشوي ، تر څو په فساد او درغليو ککړ او تورن کسان محاکمې ته راکښ کړي .دغه کميسيون په داسې مهال کې جوړيږي ، چې دولتى ادارې په دفتري فساد او درغليو ډکې دي . ددولت وياند کريم رحيمى د کميسيون د جوړيدو پخلى کوي او وايى د فساد عاملين چې په هره کچه وي ،محاکمه به شي . ",د اداري فساد او درغليو ضد کميسيون جوړ شو 4507,," د هلمند ولايت وياند محى الدين بينوا ته وويل ٢ تنه دولتى پوليس نن هغه مهال مړه شول چې موټر يې د ګرشک ولسوالۍ کې د لارې په اوږدو کې د هېواد او امنيت د دښمنانو له خښ شوي ماين سره ولګيد . ده وويل په دغه چاودنه کې موټر ويجاړ شوي او ٢ تنه نور پوليس روغ رمټ دي .يو طالب وياند قاري يوسف بيا ادعاکړې چې ٦ تنه دولتى عسکر يې په دغه بريد کې چې د ريموټ کنترول له مخې د دوى پلويانو کړى ،وژلي دي. ",چاودنې هلمندکې د ٢ تنو پوليسوژوند واخيست 4508,ډاکټر ذبيح الله حسن," مادپردیسۍ کابل ته وژړلډیرمې ئې دزړه تسل ته وژړلنخښه ئې دتا دلوري را نه کړههرڅو مې که هر یو پل ته وژړلنورکړي خوشحا لي چې سره یوځای شي مونږ په چیغو یواوبل ته وژړلجوړه يې فنا کړه له ژړا ورتهشمعې که هر څو اجل ته وژړلمادغم د وریځوترڅادرلاندېپټ مخ لکه هسک ګوګل ته وژړللوظ ئې دسبا ور سره وه نه کړټوله شپه که پرخې ګل ته وژړلډک يې کړ کچکول ورته له ځړیکو نهوینو چې د زخم تل ته وژړلنه ئې لیدې اوښکې نه دنیا دغههسې مې ړانده ازل ته وژړلجوړي کړي مسرۍ له هرې اوښکې نه ځکه حسن خپل غزل ته وژړل ړوندازلډاکټر ذبيح الله حسن -کابل ٥/١٠/٢٠٠٥ ",ړوندازل 4509,," بادغيس ولايت کې امنيتى چارواکو منلې چې د (ور� �د ويژن) موسسې د ٢ تنو ساتونکو مړى يې ، چې د بالامرغاب ولسوالۍ کې تښتول شوي وو، د دوشنبې په ورځ ددغه ولسوالۍ په ٢٠ کيلومترى کې پيدا کړي دي.د بادغيس والى عنايت الله عنايت دغه وژنه غندلې او ژمنه يې کړې چې عاملين به يې د قانون منګلو ته وسپاري .چارواکو ويلى چې دوه ځلې وسله والو کسانو ددغه موسسې په دفتر وسله وال بريد کړى دى ، چې پوليسو يې دفاع کړې ده . ",بادغيس کې د يوې موسسې ٢ ساتونکى وژل شوي 4510,," د ملى امنيت چارواکو ٣ تنه ايرانى وګړى کندهار کې نيولى او وايى چې دغو کسانو خلک په افغانستان کې د ميشتو فوځى ځواکونو په وړاندې جهاد ته رابلل . چارواکى وايى نوموړى کسان چې اوس مهال ترې نه تحقيق روان دى، د پاکستان له تبليغى جماعت سره تړاو لري او د ايران د بلوجستان د سرحدى سيمې اوسيدونکى دي . ",٣ ايرانى وګړي کندهار کې نيول شوي 4511,," د کابل د امنيه قوماندانى د جنايى جرمونو د څانګې مشر على شا پکتيوال وايى د انترپول پوليسو ٤ تنه هغه غله چې د سروزروپه غلا تورن وو، په کابل او پېښور کې نيولى دي . ددغو غلو ٣ تنه د پنجشير او يو تن يې د کابل اسيدونکى دي . ",پوليسو ٤ تنه غله نيولى 4512,," د ايئتلافى ځواکونو خپره شوې پاڼه وايى چې ارزګان کې يې ١٨ تنه شکمن طالبان د يو کمين د شنډلو پر مهال وژلى دي.پاڼه وايى چې لږ ترلږ ٦٠ تنو وسله والو طالبانو د دوشنبې په ورځ ددوى په ځواکونو دسپکو او درندو وسلو ډزې پيل کړى ، چې بيا وروسته د دوى د ځواکونود ځوابيه ډزو په نتيجه کې يادشوى شمير طالبان وواژل شول . ",ايئتلاف : ١٨ شکمن طالبان ارزګان کې وژل شوي 4513,," د افغانستان لويې څارنوالۍ د استاد ربانى تر مشرى د جمعيت اسلامى تنظيم د غړي او د اطلاعاتو د پخوانى وزير محمد صديق چکړى د نيولو حکم صادر کړى ا و لوى څارنوال وايى چې نوموړى محکمې ته له و سلى سره ننوتى او د محکمى مشر يې توهين او ګواښولى دى .او په دې سره يې د قضا سپکاوى کړى دى .چکړى د لوى څارنوال دا ادعا نه منى اوو ايى نوموړى له ما سره ګوندى اختلاف لري .لوى څارنوال وويل د نوموړى د نيولو حکم ٣ ورځې وړاندې صادر شوي او ډير ژر به د قانون منګلو ته وسپارل شي . ",د صديق چکړى د نيولو حکم شوي 4514,," دواړه لورى افغان دولت او طالب جنګيالى دامنى چې د غزنى په اندړ ولسوالۍ کې يې جګړه کړې او يو بل ته يې مرګ او ژوبله اړولې ده . دغزنى د پوليسو مشر ادعا کوى چې د جګړې په مهال ٢ تنه طالب جنګيالى مړه او ٣ تنه نور ژوبل شوي او وسله يې هم لاس ته راوړې ده . طالب وياند نه منى چې طا� �بانو ته زيان رسيدلى او ادعا کوي چې ٢ تنه دولتى پوليس يې وژلى او ٢ تنه نور يې ژوبل کړي دي. ",د غزنى په اندړ ولسوالۍ کې جګړه شوى 4515,ژباړن:ب.بهیر وردګ," System Unit د قيمت او تکنالوژۍ له په پام کې نيولو سره د کمپيوټر مهمه برخه د سيستم برخه ده.ټولې چارې لکه د Data اخيستل ،د Data لېږدول،د Dataساتل،په Dataد منطقي او حسابي عملياتو سرته رسول او نور ،د هغو پرزه جاتو په مرسته چې په همدغه برخه کې دي، س� �ته رسوي .البته ددې ټولو چارو اصلي کنترولوونکی او سرته رسوونکی CPU ده چې د پراسسر په نامه هم ياديږي.له همدې امله د سيستم ټوله برخه په بازار کې د CPU په نامه ياديږي چې دا اصطلاح د سيستم ټولو برخو ته سمه نه ده.دکم پيوټر مهم پرزه جات هم په همدې برخه کې ځای په ځای شوي دي.او دا هم ويلای شو چې کمپيوټر اصلاً هم دا برخه ده.پاتې نورې پرزې لکه مانيتور،ليکمن ،موږک او نور د کمپيوټر اړخيز(جانبي) وسايل دي چې د هغوی دنده دData پراسس نه بلکې کمپيوټر ته يواځې د معلوماتو ننه کول او د پايلو ښودل دي.د سيستم دبرخې د ننه پرزې ټول يو صندوق ته ورته څيز کې چې د شاسي په نامه ياديږي ځای پر ځای شوي دي دا پرزې په لاندې ډول دي:   (راتلونکی لوست ولو� �ئ!) ",دسيستم برخه System Unit 4516,ژباړن:ب.بهیر وردګ," Central Processing Unit دا د کمپيوټر مهمه برخه ده چې په کمپيوټر کې د يوه زړه په څېر کار کوي،د کنترول عمومي مرکز دی چې معلومات پراسس او هغه د پام وړ پايلو ته بدلوي.CPU د پراسسر په نامه هم يا ديږي CPU او پراسسر ددې پرزو لپاره سم نومونه دي او په دې کتاب کې له دواړو نومونو څخه ګټه اخيستل شوې ده.د لاندې دلايلو له مخې دې پرزې ته د CPU نوم ورکړل شوی دی: څرنګه چې دا برخه Data پراسس کوي نو CPU پراسسر دی.پراسس يعنې له يوې برخې څخه بلې برخې ته د ديتا ليږدول او په هغه د منطقي او حسابي چارو سرته رسول. CPU يوه برخه ده چې له ميلونونو ترانزستورونو څخه جوړه يوه ټوټه ده. CPU يوه مرکزي برخه ده  ځکه چې د چارو دسرته رسولو مرکز دی. د ورکړل شوو دستورونو سرته رسول هم د CPU دنده ده.د نورو فرعي پراسسورونو په مرسته کولای شي چې د کمپيوټر د ټولو پرزو دندې کنترول او اداره کړي.CPUپه ح قيقت کې هغه څه چې ورته دننه کېږي هغه په پايلو اړوي او کمپيوټرونه د CPU د ډول له مخې پيژندل کېږي.د اصلي دړې (Main Board) پر مخ معمولاً CPU په دوه ډوله ځای په ځای کیدای شي:د ساکټ په ډول (Socket): د ساکټ ډول هم د نوعو لرونکې ده .لکه ساکټ ۱ ،ساکټ ۲،ساکټ ۳،ساکټ ۷ او نور... هره شمیره په اصلي دړه کې د CPU د نصبیدلو ډول ښیي.هره لوړه شمیره د CPU نوی ډول ښيي.د درځ په ډول (Slots): هغه CPU ګانې چې د اصلي دړې د پاسه یې د درځ په ډول ځای نیوه ،په مارکیټ کې د لنډې مودې لپاره شته وو ولې اوس ترې ګټه نه اخیستل کیږي.د CPUتا� �يخچه له 1971 کال څخه پيليږي په همدې کال د INTEL یا (Integrated Electronics)په نامه يوې نا مشهورې او کوچنۍ کمپنۍ په يوه چېپ یا ټوټه (Chip)کې څو ترانزستورونه (Transistors) يو ځای او هغه يې په CPU ونوموه.انتل دا چېپ (خپله لمړنۍ CPU)د Intel 404په نامه ياد کړ.نن ورځ انتل يواځنۍ کمپنۍ نه ده چې دا ډول چېپونه یا ټوټې جوړوي ولې ددې ډول چېپونو په جوړولو کې يوه مشهوره کم پنۍ ده.د CPU کړنې یا عملیات د هغه له دوو ځانګړنو سره تړاو لري:د کلمې اوږدوالی(Word Length): يا د بيتونو هغه شميره چې پراسسر يې په هر ځل کې هغه پراسس کولای شي.د بيتونو دا شمېره کېدای شي چې16،32او يا 64 بيټه وي.دCPU د ګړۍ چټکتيا: CPUلاندې دندې سرته رسوي:۱:ددستورونو تفسير او سرته رسول۲:د م نطقي او حسابي چارو سرته رسول۳:په غير مستقيم او د اصلي حافظې له لارې د کمپيوټر له نورو برخو سره اړيکې نيسي.ننۍ عصري CPU ګانې د پيچلو سرکتونو ټولګه ده چې د سليکان د يوه Chip د پاسه ځای په ځای او د Microprocessor په نامه ياديږي.۱:موافقت يا سازګاري(Compatibility): هر پروګرام نشي کولای چې د هرېCPU په واسطه سرته ورسيږي.هره CPU د مخکې تهيه شوو دستورونو Built in)) لرونکې وي چې هغه سرته رسولای شي.که څه هم نوي پراسسورونه کولای شي چې د مخکنيو پراسسورونو ټولې دندې سرته ورسوي.د بيلګې په ډول Pentium IV کمپيوټر کولای شي چې دPentium III, Pentium;l, Pentium Pro اوPentium ټولې چارې سرته ورسوي.مګر Pentium IV پراسسر نشي کولای چې د Power PC پراسسر پروګرامونه چې په مکنتاش کمپيوټرونو کې وي سرته ورسوي.۲:چټکتيا(Speed): د CPU چټکتيا د هغې ګړۍ په واسطه ټاکل کېږي کومه چې د پراسسر د ننه ځای لري.ګړۍ هغه وسيله ده چې د کمپيوټر چارې د اليکتريکي پلسونو(Pulses) پواسطه هم غږي (Synchronise)کوي.CPUيا د کمپيوټر پراسسر د لاندې څلورو برخو څخه جوړه شوې: (راتلونکی لوست ولولئ!) ", د چارو سرته رسوونکې یا CPU 4517,ژباړن:ب.بهیر وردګ,"   د CPUدا برخه د کمپيوټر د سيستم د کار ډول د اليکت� �يکي سګنالونو په واسطه کنترول او اداره کوي.د هغه دنده د انسان په بدن کې ددماغ دندې ته ورته ده.دا برخه لاندې دندې سرته رسوي:۱ :ددستورونو سرته رسول۲ :د ورودي معلو ماتو کنترول او لارښوونه۳ :د چارو لپاره د منطقي او حسابي برخې خبرول۴ :په لنډ مهاله او اوږد مهاله ساتنځي کې د معلوماتو د ساتلو اداره کو� � ۵:د پايلو د ښودلو لپاره د خروجي وسايلو چمتو کولددې برخې کړنه په لاندې ډول ده:۱:دا برخه(د کنترول برخه)له ورودي وسيلې څخه دستور نيسي.۲:له هغې وروسته يوه راجستر ته چې ددستور د راجستر په نامه ياديږي د تح� �يل لپاره ليږل کېږي.دستور د Data د پتې او دهغه عمليې د کوډ لرونکی وي کوم چې په Data بايد سرته ورسول شي.۳:له دې و� �وسته هر کوډ د ټاکلو چارو د سرته رسولو لپاره د حساب او منطق برخې ته  ليږل کېږي.۴:د پايلې د چمتو او د پام عمليې له سرته رسولو وروسته هماغه پايله د پايلو دښودلو وسايلو ته ليږي.د کنترول برخه د لاندې دوو فرعي برخو څخه جوړه شوې ده:د Prefetch برخه: دا برخه مع� �ومات له ساتنځي څخه د BUSپه مرسته اخلي.د Decode برخه: دا برخه هغه معلومات او دستورونه چې له ساتنځي څخه د Prefetch برخې پواسطه لوستل شوي هغه په يوه داسې بڼه بدلوي چې د حساب او منطق برخه و کولای شي په هغه نور عمليات سرته ورسوي. ",د کنترول برخه(Control Unit) 4518,," د پاکستان پوليسو نن افغان پولې ته نږدې د شمالى وزيرستان د ميرانشاه په دووجلاوقبايلى سيمو کې د حق نواز او نورولى په نمونود ٢ تنو افغان کډالو مړي پيدا کړي چې افغان دولت ته د جاوسوسى په تور د ناپيږاندو کسانو له خوا وژل شوي دي. له وژل کسانو سره يو ليک ترلاسه شوي ، چې د پاکستانى چارواکو د وينا له مخې په دغه ليک راغلى چې نوموړى کسان افغان دولت ته د جاوسوسى په تور وژل شوي دي . په وژل شوو کسانو کې يو تن دينى عالم دى .د نوموړو کسانو سرونه غوڅ شوي دي . ",دجاسوسى په تور ٢ تنه افغانان وژل شوي 4519,," د کانادا ، استراليااو فنلند ددفاع وزي� �ان افغانستان راغلى تر څو د خپل سيال ستر جنرال عبدالرحيم وردګ او نورو لوړ پوړو دولتى چارواکو سره وګوري . ټاکل شوى ده په دغو کتنو کې د امنيت او په افغانستان کې د ناتو د ځواکونو په اړوند يو لړ خبرى له افغان چارواکو سره ترسره کړي . ",د ٣ بهرنيو هېوادود دفاع وزيران کابل ته راغلي 4520,," د کاپيساامنيتى چارواکو خبر ورکړي چې يو تن ترهګر يې چې دوژنو او ورانکارو عملونو د تر سره کولو له پاره ګمارل شوي وو، نيولى دى .په نوموړى تور لګول شوي چې يو دولتى پوليس يې وژلۍ او يو بل يې ټپي کړي دي. چارواکو ادعا کړې چې نوموړى د حزب اسلامى د ګوند مشر حکمتيار له ترهګرې ډلې سره تړاو لري . ",د ترهګرى په تور يوتن کاپيسا کې نيول شوي 4521,," د طالبانو وياند قاري يوسف اح مدي ادعا كوي چي د سيدنور په نامه د پوليسو يو كومندان له دوى سره يو ځاى سوى دى، د ده په وينا سيدنور د زابل و� �ايت په جلدك ولسوالي كي د افغان پوليسو د يو مركز مشر وو چي تېره ورځ له خپلو شلو تنو وسله والو پوليسو سره د طالبانو په ليكه كي ودرېدئ. خو د افغانستان د كورنيو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. ",طالبان: د دولتي پوليسو يو كومندان له موږ سره يو ځاى سو 4522,," طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي وړمه ورځ يې د هلمند ولايت ګرشك ولسوالي ته نيژدې يو تركى انجينر له خپل افغان ژباړن سره نيولى دى، چي د ده په وينا په اړه به يې د طالبانو رهبري شورا پرېكړه كوي، ده وويل چي تركى انجينر يې له امريكايانو س� �ه د كار كولو په تور نيولى دى. ",طالبان: د تركي انجينر په اړه به فيصله، رهبري شورا كوي 4523,," د عراق په پلازمېنه بغداد كي يوې درنې چاودني ۲۴ كسه مړه او ۳۵ تنه ټپيان كړل. د عيني شاهدانو په وينا چاودنه دونده زوروره چي له امله يې � �اوخوا دكانونو اور واخيستئ او د قربانيانو د بدن غړي پر سړكانو پراته وه.پېښه سهار ۱۰ بجې د بغداد ښار په � �ارجه ماركېټ كي چي د خلكو د كاروبار مركز دى رامنځته سوه. په دې ماركېټ كي درې اونۍ وړاندي هم يوه چاودنه سوې وه چي د پوليسو په وينا ۱۰ تنه يې وژلي او ګڼ شمېر يې زخميان كړي وه.د عراق په بابل ايالت كي هم يوې چاودني لږ تر لږه دوه كسه مړه او ۱۲ تنه زخميان كړل، دا چاودنه د بابل ايالت په هله علاقه كي چيري چي شيعه ګان او سنيان دواړه ګډ ژوند كوي د پوځيانو له يوه مركزه سره نېژدې ترسره سوه. ",په عراق كي دوو جلا_جلا چاودنو ۲۶ كسه مړه او ۴۷ ټپيان كړل 4524,"زرين انځور - ج� �مني"," 0175 - 500 10 67 0173 - 243 53 50 ",په جرمني کې يوه ستره علمي اوجشني غونډه جوړيږي 4525,," تيره شپه ناوخته ٣ بجې د کابل ښار د توغنديو تر بريد � �اندې راغلى دى . د کابل د امنيه قوماندانى د جنايى جرمونو د څانګې مشر د بريد پخلۍ کوي او وايى دوه توغندى د کابل ښار د شيرپور سيمه کې لګيدلى چې مرګ او ژوبله نه لري . تيره اونۍ هم د کابل ښار پنځمه ناحيه کې توغندى � �ګيدلى وو . ",کابل ښار په توغنديوويشتل شوي 4526,," د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند تسليم اسلم منلې چې د پاکستان ولسمشر جنرال پرويز مشرف به په راتلونکى اونۍ کې له افغانستان څخه ليدنه وکړي او له افغان و� �سمشر حامد کرزي سره به وګوري .ددغه سفر نور جزيات نه دي په ډاګه شوي. ",د پاکستان ولسمشر افغانستان ته راځي 4527,," د کابل هوايى ډګر سرحدي پوليسو نن د نيشه يي توکو ٦ تنه قاچاقچيان نيولي دي . د سرحدي پوليسو مشر امين الله امرخيل بينوا ته وويل نوموړو کسانو غوشتل يو اندازه نيشه يى توکى چين ته وليږدي . د ده په وينايو تن د پوډر و٨٠ کپسول خپلې معدې ته تيرې کړي دي. ",د نيشه يى توکو ٦ تنه قاچاقچيان نيول شوي 4528,," د استقلال تر نامه لومړى سياسي پارلمانى ډله نن دو لسى جرګه په ناسته کې د سيد مصطفى کاظمى په مشرتوب ، سيد محمد ګلاب زوى په مرستيالتوب او ٢٣ وکيلانو په غړيتوب جوړه شوه . د دغه ډلې مشر وايى دوى به افغان ولس ته د خدمت په لاره کې زياتې اسانتياوى رامينځ ته کړي . ",لومړى پارلمانى سياسي ډله جوړه شوه 4529,," د افغانستان د کانو او صنايعو وزارت اعلان کړى دى چې تر ٥ راتلونکو مياشتو پورې به د لوګر ولايت د عينکو د مسو کان د خصوصى شرکتونو داوطلبى ته وړاندې کړي . ددغه وزارت د وياند په وينا له يو شمير کورنيو پانګه والو او بهرنيو شرکتو نو سره په دې اړوند خبرې روانې دي .� �ه دې وړاندې هم يو شمير دولتى فابريکى خصوصى شرکتونو ته سپارل شوي دي. ",د عينکو د مسو کان داوطلبى ته وړاندې کيږي 4530,قدوسي سلیمانخیل," نا آرامه ټوله شپه وم .........................................................................له شیطان سره  ج� �ګه وم سهار پورته شواذان ........................................................................... له مسجد ځخه اع� �ان زه له ځایه خو ځېدلم........................................................................ خو شیطان نه پرېښودلم ماویل ځم وخت د لمانځه ده...................................................... ده ویل مه ځه شپه اوږده ده ما ویل لمونځ شو رانه تېر ................................................................ وېل ځان مه ځوروه ډېر دوه رکعته به بیاوکړې ............................................................... په دې نیمه شپه به څه کړې خلګ ټول کوې خوبونه................................................................. ته د لمونځ وهې سوچونه په وسواس یې آسوده کړم ........................................................په خواږه خوب یې وېده کړم فرض لمونځ شو رانه پاته ګوره و نه وایې چاته زه راوېښ شوم لمرختلی ................................................................ شیطان ناست ډډه وهلی ما وېل کور درب کړه وران ..............................................................وېل یو ته یې مسلمان ؟ د وسواس په نرم ځوږ کي .............................................................. را ته وې ویل په غوږ کي ته لافکر د لمانځه کړې ...........................................................  په دې نن ورځ کي به څه کړې چي ما پیل کړل اذکار....................................................................... وسواس بیا کړمه بېګار لاس مي پورته کړل دعا ته ..............................................................  ویل پرې یې ږده بېګا ته ما ویل زه به توبه وکړم  ..........................................................  خو په دې سوچ یې دوکه کړم توبه مه باسه وختي ده .................................................................   څومره ښکلی د ځواني ده ما توبه هم کړله شاته ګوره ونه وایې چاته ماویل زړه کي زهیرېږم  ............................................................................. له الله ځخه وېرېږم اوس که هرڅومره هوسایم ................................................................. خومرګي ته وارخطا یم په دې کار به الله  ښاد کړم  ................................................................  سورتونه به څو یاد کړم وېل منه ځما خبري .................................................................................... غږوه خوږې سندري ستا له چا ځخه پروا ده ........................................................................ موسېقي د روح غذا ده ما وېل ماته د شه زامه .......................................................................... موسېقي خو ده حرامه وېل جواز یې ښه انصاف دی ........................................................ په حرمت کې اختلاف دی په هم دغه ځای یې هېر شوم ....................................................... په یو ښکلي نجلۍ تېر شوم وېل  بې شرمه د که سترګي ................................................................ مارا بندي کړلي غبرګي  ماوېل دې کي خو خطره ده .....................................................................وېل د تا لا څه اسره ده دا خوحسن دی جمال دی ..........................................................................  تفکر پکي حلال دی بیا ور ومي کتل خواته ګوره ونه وایې چاته ماوېل ځمه او س کعبې ته ....................................................................... هم به ورشم مدینې ته په توبه به ځان صفا کړم ..................................................................... هم راضي به پاک الله کړم هم به وکړمه نفلونه ....................................................................................... د اصحابو زیارتونه وېل په نیت به اجر مومې .......................................................................... ته د څه لپاره درومې ته یې نه وینې جګړې دي .................................................................. هم په لارو کي خطرې دي د ثواب کارونه ډېر دي ......................................................................  دوی له تا نه ولي هېر دي عمره مه کړ ځما وروره .................................................................................  بل د خیر لاره ګوره ما وېل لاړ به شم تبلیغ ته  ........................................................................  وېل ته ګوره نابالغ ته دا کوم کار ده چي یې ته کړې .......................................................... دا کوچنی اولاد به څه کړې ملا د ټینګه ګړه خرچو ته ...........................................................................  خواري وکاږه بچوته تبلیغ پرېږده و ملا ته ګوره و نه وایې چاته و یوه کارته غلیمه  ..................................................................................  ته ما نه پرېږدې ظالمه زه به نه ښورم له ځایه  ........................................................................... نور څه وکړم راته وایه ؟ وېل منه ځما خبري  ...................................................................................... له عالمه ګرځه لېری له ملا نه کوه کرکه  .................................................................................  د تبلیغ اسره یې مه که جنت ځای د مسلمان ده  ..........................................................................  په همدې د تا ایم ان ده په ځواني کي د هر څه که .......................................................................... چي بوډا شې توبه وکه چي د ولېدله ګټه ..........................................................................................  ته ور و ګرځوې څټه که حلال دی که حرام دی  .........................................................................  خو د تا ورته ناکام دی مه ډارېږه له پېغوره  .................................................................................. د نفاق جامه کی ښوره مسلمان سره اخته که ...........................................................................  ته یې کور کي تماشه که نور د غوږ ونیسه ماته ګوره ونه وایې چاته لږ  په ژبه کی هوښیار شه ........................................................................  مخامخ د هرچا یارشه پسي شا کړه غیبتونه ..........................................................................................لوټوه یې عزتونه مسلمان سره په جنګ که  ........................................................... له هغه وروسته ترې څنګ که کله غله ته ک� �ه مل ته   .......................................................................................   د یوه خبري بل ته  د نفاق چي ته عنوان شې ....................................................................  په همدې شکل به خان شې ټکوه په کي ډبري  ...................................................................................  له اصلاح نه ګرزه لېري کله دلته کله هلته ........................................................................................  شیطانت کوه یو بل ته په دې کار کي دي خوندونه  ..................................................................  لذت واخله له ژوندونه نور خبر به په ډېر څه شې ................................................................................. چي ځما په مشوره شې پام د کړه ځما سلا ته ګوره و نه وایې چا ته ما وېل ته خو � �ېر هوښیار یې.............................................................. حقېقت کي ځما یار یې سر د نه پېچم له رایه ...................................................................................دښمنا ن د را ته ښایه   وېل ماجت کي چي کسان دي ..................................................... هغوی ټول ځما دښمنان دي که عالم ده که ولي دی  ....................................................................  که دېن دوسته تبلیغي دی چي ددې دین خدمتګار دی .................................................................  دښمنې یې ځما کار دی تل له دوی سره په جنګ یم  .................................................................  له خبرو یې ډېر تنګ یم د جنت په لالچو کي  ..................................................................  راته ناست وي په مورچو کي چي ددوی د ذکر شور شي  ..........................................................  ځما په تن باندي بل اور شي د قرآن پاک آیتونه ..............................................................................  ځما په زړه کوي فایرونه بخاري ده که مسلم دی  .....................................................................  راټول کړی یې ګلیم دی بې ټاټوبي شومه پاته ګوره ونه وایې چاته ماوېل تېزه د چاړه که .......................................................................  خو دا یوراز د ښکاره که سرد نه پېچم له رایه  ........................................................................ خپل دوستان د راته ښایه وېل ځما دوستان هغه دي  ..................................................................  چي له دینه بیګانه دي چي وهي د بل حقونه  .................................................................................  اخلي بډي رشوتونه زه یم دوست د خېټه ورو .....................................................................  چي دین پلوري په ډالرو  که ډاکو ده که رهزن دی ..............................................................  چي هر ځای کي درواغزن دی چي فساد یې وی خپل کړی .............................................................  وی یې خپل ځان شرمولی چي بېدینه دوکه باز وي  ........................................................  چي لګیا په سروذ او ساز وي چي یې شا وي و قرآن ته  ...................................................................  مورچه نیسي مسلمان ته اغزي اچوي په لار کي .......................................................................  وهي لاس د هرچا کار کي دوی په خټه مسلمان دي  ...................................................................   له ازله مي دوستان دي دوی چوپړ وهي تل ماته ګوره ونه وایې چاته ماوېل ګرانه عقلمنه  ..............................................................................  درنه کړم یوه پوښتنه که مي دا سوال ځواب کړې  ........................................................... دښمنان به ټول کباب کړې د تا کوم شیان ډېر خوښېږي ............................................................  چي دښمن د پرې ځورېږي وېل سندري او فلمونه  ............................................................................     هم د میني ناولونه اتڼونه او ډانسونه  .............................................................................  ګډ جوړ شوي کنسرتونه هم بېدینه قلمونه  ............................................................................................  دشرابو محفلونه دا ځما د روح غذا ده  ................................................................................   ځما ملګرو ته رواده انټرنټ ځما اډه ده  ...............................................................................  اوس ځما زړ ګی ډاډه ده ( قدوسي) ګیله له تا کړم ....................................................................... که د خلګوته  رسواکړم خبر مه وړه بېنوا ته ګوره ونه وایې چاته ",له شیطان سره مرکه (ګوره ونه وایې چاته) 4531,," افغان دولت پس له يو لړ څيړنو منلې چې د ا� �زګان ولايت د هوايى بريدونو د قربانيانو کورنيو ته به غرامت ورکړي . په دغو بريدونو کې د دولت په وينا ١٠ تنه ولسى ګړى مړه او ٢٧ تنه نور ټپيان شوي دي . دارزګان والى وايى چې د کرکرک او عمر اباد د کلو٥٠ کورنيو ته به د هرې کورنۍ په سر ٥٠ زره افغاۍ چې له زرو ډدالرو سره معادل دي ورکړي .دولت ويلى چې په بريدونو کې تر ٥٠ ډير طالب جګيالي وژل شوي دي . هوايى بريدونه په افغانستان کې ميشتو بهرنيو ځواکونو ترسره کړي وو. ",دهوايى بريدونو له قربانيانو سره مرسته کيږي 4532,,"   طالب وياند ډاكټر محمدحنيف بېنوا ته په يوه � �يږل سوې پاڼه كي پر كابل ښار د تيري شپې د بريد مسئوليت ومانه، ده وويل تېره شپه يې د ولسمشر پر ماڼۍ (ارګ) باندي دوې توغندۍ توغولي دي چي له ځاني او مالي زيان څخه يې ځان ناخبره دى. د كابل د امنيه كومندانۍ له جنايي جرم ونو سره د مبارزې د څانګي مشر عليشا پكتياوال هم پر كابل ښار د بريد پخلى وكړ، خو د نوموړي په وينا مالي او ځاني زيان يې نه دى اړولى. ",طالبانو پر كابل د بريد مسئوليت ومانه 4533,," د افغان دولت د ترانسپورت وزارت په پام کې � �ري په راتلونکو کلونو کې د هېواد په مختلفو ولايتونو کې ٤٠ لومړۍ ، دوېم او دريم درجه هوايى ډګرونه جوړ او و� �غاوي، چې ميليونونه ډالر لګښت پرې راځي . د دغه وزارت د پلان رئيس رمضان شفق وايى چې د کابل، هرات ، کندهار او م زار د لويو ډګرونو د رغاونې په اړوند يې د مرستو ژمنې ترلاسه کړي دي او د پنځودويم درجو ډګرونو د جوړولو لګښت اسيايى پرمختيايىنړيوال بانک منلى . دده په و ينا ١٧ دويم درجه او ١٩ واړه ډگرونه به جوړ شي . د يو هوايى ډګر جوړول لګښت ٣٥ ميليون ډالر اټکل شوي دي. ",دولت د ٤٠ هوايى ډګرونوجوړول په پام کې لري 4534,," د افغان دولتى او سوله ساتو ځواکونو په ګډو عملياتو کې د ملا مدالدين په نامه يو طالب ځايى قوماندان وژل شوي او ٣ تنه نور طالب جنګيالى ژوبل شوي دي . د پکتيکا يو دولتى چارواکى د نوموړى قوماندان وژنه منى او وايى نوموړى د غزنى او پکتيکا تر مينځ د ابند سيمه کې وژل شوي دي . د غزنى والى شيرعلم بينوا ته وويل عمليات د غزنى د واغز ، اب بند او قره باغ ولسواليو کې پيل شوي او نورو سيمو ته به هم وغزول شي . د نوموړى په وينا ٢تنه طالب جنګيالي وژل شوي دي . ",په ګډو عملياتو کې يو طالب قوماندان وژل شوي 4535,," د افغان دولت ولسمشر حامدکرزي د هلمند د ګرشک ښارد چاودنې له قربانيانو سره د مرستې لارښونه کړى او ٢ ميليونه ٩ لکه ٥٠ زره افغانۍ به دقربانيانو له کورنيو او زيانمن شوو دکاندارانو سره مرسته وشي . په دغه چاودنه کې ٢١ تنه مړه او ٤٧ تنه نور ټپيان شوي وو. ",د هلمنددچاودنې له قربانيانو سره مرسته کيږي 4536,," د فراه لايت اوسيدونکى په دغه ولايت کې د امنيت د نه � �تون ، غلاوو او سړى تښتونوڅخه سرټکوي او وايى د دولت لوړى پوړى چارواکى په کې لاس لري . دفراه والى بيا دا خبره نه منى او وايى دې دا ډول پېښو ترشا د ځينو ډلو لاس دي او سياسى موخې لري . له بل لوري پنځمه ورځ ده چې د فراه ښار بازار تړلى دى او يو شمير اوسيدونکى پرله پسې لاريونونه کوي او له دولت څخه غواړي چې يو شمير دولتى چارواکي له دندو ګوښه او پر ځاى يې نوي کسان وګوماري .د يوبل خبر له مخې ويل شوي چې دفراه ولايت والىعزت الله واصفى له خپلې دندې لرې شوي دي. ",فراه کې وضعيت ورځ په ورځ خرابيږي 4537,," د زابل ولايت د مرکز قلات او شاجوى و� �سوالۍ ترمينځ د کابل - کندهار د لويې لار په اږدو کې نن د افغان دولتى پوليسو په موټرو يو ځانمرګى بريد شوي دي ، چې له امله يې يو تن ولسى وګړى مړ او ٣دولتى پوليس ټپيان شوي دي. طالب وياند ددغه بريد مسوليت منلى او وايى ٣ موټر يې له مينځه وړي دي. په زابل کې د روغتون چارواکى وايى چې د پېښى يو تن مړى او٣ تنه ټپيان روغتون ته رسيدلى دي. په سيمه کې عينى شاهدانو بينوا ته وويل چې د دغه بريد موخه د کورنيو چارو وزارت امنيتى مرستيال وو، چې کم زيان نه دى ورته رسيدلى . ",ځانمرګى بريد يوشمير دولتى پوليس ټپيان کړي 4538,," طالب وياند ډاكټر حنيف بېنوا ته په يوه لېږل سوې پاڼه كي ادعا كوي چي تېره شپه يوولس نيمي بجې يې د كندوز ولايت مركز د انګور باغ په سيمه كي د آيساف او داخلي عسكرو پر گډه ګزمه بريد وكړ چي له امله يې دوه موټره ويجاړ او پكښي سپاره سرتيري مړه سول.نوموړى په يوه بله ورته ادعا كي وايي نن سهار يې د نورستان ولايت په كامدېش ولسوالي كي د امريكايي سرتيرو پر كاروان بريد وكړ چي له امله يې نښته رامنځته سوه او د امريكايانو دوه موټران يې له منځه يووړل.پاته دي نه وي چي تر اوسه دولتي چارواكو او ايتلافي ځواكونو د ډاكټر حنيف د دې ادعاووپه اړه څه نه دي ويلي. ",طالبان له ايتلافي ځواكونو سره د نښتو ادعا كوي 4539,," نن سهارد کابل - مزار د لويې لار په اوږ دوکې د بغلان ولايت د دوشى ولسوالۍ د کيله ګى په دښته کې د يو ٣٠٣ مسافروړونکى موټر د چپه کيدو له امله يو تن مړ او ١٩ تنه نور ټپيان شوي دي . په ژوبل شوو کسانو کې ماشومان او ښځې هم شته چې دا مهال ددغه ولايت د روغتيايى چارو د مشر په وينا د پلخمري په روغتون کې تر درملنې لاندې دي .د چپه کيدو لامل د موټر ګړنديتوب بلل شوي دي. ",په ترافيکى پېښه کې ١ تن مړ او ١٩ نور ټپيان شوي 4540,," کندهار کې د ناټو د ځواکونو يو وياند جګړن اينس منلې چې تيره شپه يې د هلمند د موسى کلا په ولسوالۍ کې لومړۍ له طالب جنګياليو سره مخامخ جګړه کړى او بيايې ددوى په دوو مرکزونو باندى ٦ بمونه غورځولى ، چې له امله يې دده په وينا مرګ او ژوبله طالب جنګياليو ته اړولې ده . يو طالب وياند بيا ادعا کړې ده چې د ريموټ کنټرول بم له مخې يو د ناټو يو ټانک له مينځه وړى او ټول سپاره يې په کې وژلى دي . ",د طالبانو په مرکزونو ٦ بمونه غورځول شوي 4541,," د افغان ولسمشر حامد کرزي د حکم له مخې د کلتور او ځوانانو وزارت د ګرځندوى او ادارى مرستيالانو پر ځاى نوى مرستيال پوهنمل غلام نبى فراهى تاکل شوي دي . نوم وړى د کابل پوهنتون استاد او د سوداګرى وزارت پخوانۍ مرستيال وو. ",د کلتوروزارت نوى مرستيال ټاکل شوي دي 4542,," راپور: مختاراحمد انتقام   د روهي ادبي بهير ۲۲مه غونډه د روان كال د وږي پر دوهمه جوړه شوه، دا غونډه د خپلواكۍ د ۸۷ يمي كليزي لپاره ځانګړې وه چي د قران كريم د مباركو اياتونو په تلاوت پيل شوه.د غونډي پرانيستونكې وينا ښاغلي عبدالاحمد محمديار وكړه چي د خپلواكۍ د لمانځلو په اړه وه، ده ووي� �:خپلواكي مو ګټلې خو ساتلې مو نه ده، فكرونه مو غلام پاته شوي د يوه او بل په خوله مو خپل ستر ارزښتونه بدنام كړي او شړلي دي، موږ  خپل ارزښتونه د هغوى په ژوند كي نه دي پېژندلي، كله چي هغوى مړه شي بيا يې وپيژنو.ده زياته كړه ستر امان الله شاه غازي چي موږ ته يې خپلواكي ګټلې ده، له همدې هيواد څخه شړل شوى او د كفر ټاپه پر وهل شوې ده.ملا او مولوي چي يوه ډېره ستره او محترمه طايفه ده خو د دوى په جامعه كي يو ستر انګرېز موږ ته درېدلى دى پر  امان الله شاه غازي يې د كفر ټاپه وهلې موږ هم ور سره امين كړې، په دې ډول مو خپل ستر ارزښت له لاسه وركړ او نه مو دى پېژندلى، امان الله شاه غازي هغه وخت خلك په څونه اسلامي او افغاني ولوله راټول كړل سره له دې چي مشك� �ات هم وه خو خپلواكي يې وګټله.ښاغلي محمديار دا هم وويل: چي موږ پوهه او سياسي شعور نلرو او دغه حالت له همدې سببه دى.كه موږ د فكر او قلم لاره خپله كړه نو خپلواكي په همدې لاري ګټلاى شو خو په وينو تويولو يې نه شو ګټ� �اى.ده زياته كړه: په دې كي شك نشته چي د شهيد د وينو څخه د جنت حوري خالونه وهي خو نن ورځ د شهيد په وينو د هغو خلكو او هيوادونو  ستري ماڼۍ رنګېږي كوم چي دلته لاسوهني كوي.ده په پاى كي له ټولو ګډونوالو غوښتنه وكړه چي سره يو شي په يوه خوله او يوه زړه شي په ځانو كي دا توان پيداكړي چي يو بل ته مينه وركړي او سره نيژدې � �ي. محمديار وويل دا ورځ به په هر حال كي لمانځو كه غلامان يو يا بل څه، دا ورځ د شهيدانو په وينو ګټل شوې او ډېره درنه ورځ  ده.ورپسې مشاعره وشوه چي دې ښاغلو په كي  شعرونه واورول:عبدالرشيد مسئول، عبدالسلام مستانه، اختر محمد دلسوخته، فرشاد رحيمي، نجيب الله هوتكي، سيدحبيب الله روحاني، فضل باري نوزي، ظاهر جان پاڅون، زمريالي زيري، سيد الرحمان خپلواك، واصل حسنيار، محمد اسماعيل، عبدالاحمد محمد يار ، احسان الله ج� �س، نوراحمد قرانمل،جان محمد صالح، غلام سخي نوريوال، حاجي عبدالحليم خاكسار، قدرت الله ليوال، خير الله ق� �موال، عبدالله ستوري، ممتاز مظلوم يار، عبدالله مصباح، عطاالله تاج، بشير احمد سالميار، توريالي ترابي استاد مهدي خليق، حبيب الله قلم مل، حيات الله څرك، علي محمد حقمل، حيات الله سهيم، بشير احمد بشارت، عبد ا� �له شاه، انجنير يوسفي، محمد داود محب، نعمت الله منظور، عبدالقيوم مينه وال، محمد شريف ناكرار، ګل محمد يا� �انه، شير محمد عزتيار او فضل الدين خوشدل.تر هغه وروسته د غونډي ميلمه ښاغلي مولوي حاجي محمد اواب خپل اح ساسات په خپل شعر كي وښودل.ورپسې د غونډي مشر ښاغلي عبدالواسيع هڅيال د خپلواكۍ د ۸۷ يمي كليزي مباركي ټولو افغانانو ته وويل.ده وويل، موږ بايد يوازي ملي ورځي ونه لمانځو بلكي مذهبي او ديني ورځي هم ولمانځو، ښاغلي هڅيال زياته كړه هغه كسان چي د بهير غونډو ته نه راځي هغوى بايد را وبلل شي او قناعت وركول شي. بايد ملګري يو بل ته نيژدې شي او د بهير ځيني ملګري نور ملګري توهينوي بايد دا كار هيڅ ونه شي.پاته دي نه وي د خپلواكۍ د ورځي په مناسبت ښه شعر ته جايزه هم ټاكل شوې وه، چي ښاغلي استاد مهدي خليق ته وركړل شوه چي شعر يې خپلواكۍ ته ځانګړى و، لومړى مقام يې خپل كړ.ښاغلي استاد مهدي خليق له بهيره خوښي وښوده او مننه يې وكړه، ده زياته كړه چي دا بهير يو بريالى بهير دى، بايد ټول را وبلل شي، بايد ملګري حوصله ولري خوابدي نه شي، بهير بايد ټول په غيږ كي ونيسي  او ټول ورته راشي.د يادوني وړه ده، چي د غونډي جايزه ښاغلي سيد احمد قانع برابره كړې وه د غونډي م� �ر ښاغلى عبدالواسيع هڅيال او مېلمه يې ښاغلى مولوي حاجي محمد اواب و.د غونډي وياند ښاغلى حكمت الله سروش او راپور ليكونكى يې مختاراحمد انتقام وو. ",د خپلواكۍ په وياړ د روهي ادبي بهير غونډه جوړه شوه 4543,," عبدالله پتمن/كابل   نن سهار وختي د پاكستان پلازميني اسلام اباد ته نژدې په تفريحي سيمه مري کي يو اته پوړيزه وداني ونړېده. چي تر ۱۵ تنو ډېر كسان ترلاندي شوي دي. چارواكي وايي د تعمير د نړېدو علت نه دى مالوم، خو ژغورونکو ډلو تر اوسه د دوو تنو مړي راايستلي دي. پوليس وايي يوه ښځه چي تر تعمير لاندي ده له دوى سره يې له لاندي څخه اړيکي ټينگي کړي دي چي تر اوسه ژوندۍ ده. ",د پاکستان د مري په سيمه کي يوه وداني ونړېده 4544,"اما ن ال� �ه نصرت"," فکرونه مو د ستورو قافلو سره تړلیوختونه مودهیلوله سپیدو سره تړلی داوښکو سمند ر کی لټو و د منزل نښیبیړئ دارمانو نومو څپو سره تړلی خوندونه به خود اخلود فطرت له رنگینونهخیالونه مو د گلو له غنچو سره تړلی وږمی به په موجونو او فضا غزل غزل کړود زړونو درزاگانی مو ټپو سره تړلی منو به یی په سترگو خود مغروری اداگانید یار وریښمینی زلفی مو نغمو سره تړلی په مینه یی هر څاڅکی سره نوم داشنا اخلومونږ ستړی ستړی اوښکی له تسپو سره تړ� �ی ټکور به موا خرشی داد سوو زړو زخمونهد رد ونه مو د صبر تعویزو سره تړلی کعبی ابا د ووبه اوس د زړونومیکد وکیزاهده گناهونه مو تو بو سره تړلی سپرلی سپرلی وختونه راولو به گران هیواد تهگلونه د نارنج مو له شملو سره تړلی نصرته د زړه وینی مو د گل په شوند و  څاڅ ی          تقد یر مونصیبونه له ازغو سره تړلي ", د وږمو کاروان 4545,محمدالله تبسم,"   وامې خله درخپل مې كړه جانان يمه مينه يم ښكلا يمه ايمان يمه زه خو ستا دمخ په كتاب پوه نه شوم ځكه نابينا يمه نادان يمه ستا د مخ كتاب له غزلونو ډك څه وكړم شاعر نه ،يم حيران يمه خير كه مې داور جامې په غاړه دي ښكليه مېزبان مې شه مهمان يمه راشه د ګريوان  تڼۍ مې وګنډه خير كه لېونى ، په تا تاوان يمه خير كه مې د عشق لمونځ قضا كړى دى اوس به يې قضا راوړم پښېمان يمه زما دژوند قيمت يوه موسكا دعشق  ګران نه يمه، ښكليه ارزان يمه مينې ته مې زړه كيږي لږ مينه راڅه وكړمه زه خو هم  انسان يمه ته خو مې دعشق مرتبه پېژنې هغه تبسم ,هغه افغان يمه ",وامې خله درخپل مې كړه جانان يمه 4546,," طالب وياندقاري يوسف احمدي بېنوا ويبپاڼي ته وويل نن سهار يې د روزګان ولايت د دايه ولسوالۍ په مپال كي كي د ايتلافي سرتيرو يوه پوځي چورلكه ويشتلې ده، چي د چورلكي د راولوېدو له امله پكښي سپاره كسان ټول مړه سوي دي. ده زياته كړه چي وروسته له پيښي ايتلافي ځواكونو پر سيمه بمباري هم وكړه، خو د طالبانو پر ځاى يې پر كورونو بمباري كړې ده چي درې ماشومان پكښي وژل سوي دي. خو د قاري يوسف د دې ادعا په اړه دولتي چارواكو تر اوسه څه نه دي ويلي. ",طالبان د يوې چورلكي د ويشتلو ادعا كوي 4547,قدوسي سلیمانخېل," (۲۴)   ملګرتیا دزړه له کومي اوپه اخلاص او صداقت سرکوهبل دا چي کله د له یو سره چا سره ملګرتیا و نښلوله بیا په هغې کي اخلاص ملحوظ ساته اوددي اسلامي وروروالي مركز او سرچينه بايد زړه وي كه ددي خپلوي او وروروالي تعلق صرف له ژبي ، ظاهري تملق ، چاپلوسي ، چرب زباني ، كلام كاري او غوړه مالي سره وي اويا مالي او دنيوي لالچ وي او په زړونو كي ځاي ونلري  نو دا ملګرتیا نشوه نفاق دی معنا دا چي (په خوله لااله پټه غلا) د مسلمان خوی نه وې  دا صفت د منافقينو دی الله تعالى فرمائي :يقولون بألسنتهم ما ليس في قلوبهم.منافقين په خوله هغه څه وائي چي په زړونو كي ئي هغه نشته یعني د هغوی دخبرو تعلق یواځي له ژبو سره دی او په زړونو کي یې رېښې نلري ..شاعروائي :لعمرك ما ودُّ اللسان بنافع   ..........................................  إذا لم يكن أصل المودَّة في القلبزماد قسم ستا په خالق وي چي د ژبي خپلوي څه ګټه نلري كله چي د خپلوي ريښي په زړه كي نه وې . یو بل شاعر هغه چاته چي دا ډول منافقانه ملګرتیاوي ساتې  داسي وائي:قل للذي لست أدري من تلونه  ..............................................    أناصح أم على غش يداجينيإني لأكثر مما سمتني عجبا  ................................................    يد تشج وأخرى منك تأسونيتغتابني عند أقوام وتمدحني  ................................................    في آخرين وكل منك يأتينيلا أسأل الناس عما في ضمائرهم  .................................   ما في ضميري لهم من ذاك يكفينيأرضى عن المرء ما أصفى مودته   ......................................   وليس شي من البغضاء يرضينيلا أبتغي ود من يبغي مقاطعتي  ..................................................  ولا ألين لمن لا يبتغي لينيزما هغه ملګري ته چي زه د هغه په رنګارنګ مزاج نه پوهېږم  ووايه چي ته زما خيرخواه ئي او كه په ټګي راسره ياري كوې زه خو دي ته زيات حيران يم چي په يوه لاس مي راپورته كوي او په بل مي پرزوې د چا ترمخ  مي صفتونه كوې او د نورو په مخ كي مي بيا بد وائې او دا متناقض خويونه ټـول په تاكي شته زه چي د خلګو په زړونو كي څه دي د هغه پوښتنه نه كوم څه چي زما په زړه كي د هغوی لپاره د میني احساس دی هغه زمالپاره كافي دی زه له بل چاځخه سوچه او اخلاص منه مينه غواړم او بدبيني اونفاق ځماخوښېږي ، د هغه چا مينه ، خپلوي او ملګرتیا مي په كار نه ده د چاچيگ زما بيلتون خوښېږي او نه له هغه چا سره شرافت کول زما خوښ  دی د چاچي زما شرافت نه دی خوښ .بل شاعر وائي:لا خير في ودّ امرىء متملّق  ....................................................    حُلو اللسان وقلبه يت� �هَّبُد هغه چاپلوس انسان په دوستي كي خير نشته چي په خوله درسره خوږ وي او په زړه كي ئي د نفاق اوردرته � �مبې  وهي .  یو بل شاعروائي:أخلاّء هذا الدهر هشٌّ وجوههم  ..........................................  وفي الق� �ب من نار النِّفاق أزيزفلما بلونا واحداً بعد واحد .........................................................  عرفناهمو أن الوفاء عزيزددي زماني ياران داسي دي چي مخامخ به درسره خاندي او څېرې به ئي خوشاله وي او په زړه كي به ئي تاته د نفاق د اور څېزا وي ، کله چي مونږ یاران  يو په بل پسې وآزمويل ومو پيژندل چي وفاداري ډېره ګرانه ده .بل شاعر وائي:إنَّ شرَّ الناس من يمدحني ........................................................  حين يلقاني وإن غبتُ شتم ْبد ترين د خلګـو هغه څوك دی چي راسره مخامخ شي تعريف مي كوي او چي کله ځيني غائب شم ښكنځلي را پسي كوي .(۲۵)  ملګري ته مه په غصه کېږهاوبل د ملګرتيا له آدابو ځخه د ملګري په مقابل كي د غصې زغمل دی په هغه باندي غټه ویل او یا هغه کم ګڼل د مسلمان صفت نه دی ، بله خبره داده چي ښه او صالح ملګری د الله تعالی یو نعمت دی چي په مفت او وړیا توګه یې له لاسه اېستل نه دی په کاراو هرڅوک بايد په دې خوشالي ښكاره كړي چي الله تعالى ورته ښه دوستان  او نېکان وروڼه وركړي دي  .یو مسلمان شاعر وایې :وابـدأ عـدوّك بالتّح� �ية ولْتـكن  ......................................................  فـيه زمانـك خائـفا تـترقّبُواحذره إن لاقَيتَه متبسّماً  ............................................................   فاللّيث يبدو نابُه إذ يغضبوإذا الصـدي يـق رأيـته متملّقاً .............................................................   فهو العدوّ وحقّه يُتجنَّبوصِل الكرام ولو أتوك بجـفوة .................................................  فالصفح عنهم بالتجاوُز أصوباو دښمن ته اول سلام ته وراچوه اوټـول وخت په خوف كي ځيني ووسه اوځان ځيني ساته کله چي په خندي درسره مخامخ شي ،  ځكه چي زمري ته چي كله غصه ورشي او حمله کوي اول غاښونه در ښكاروي او كه د ملګري چاپلوس وليد نو هغه داصلي دښمن دی او د ځان ساتنه ځيني په كارده او له ښو خ� �ګو سره تعلقات پاله كه څه هم بي وفاشي او  يا تكليف ځيني وْوينې د هغوي په خطاګانو سترګي پټول او درګذر ورته کول ښه  او سم كاردی . (۲۶)    د ملګري په حضور او غیاب کي د هغه دفاع کوهاوبل له آدابو د م� �ګرتيا اواسلامي ورورولي ځخه دادی چي کله ستا دملګري په مال ، ځان او عزت تېری کېږي او ته یې وینې که مخامخ وي او که غایب دفاع ته یې وردانګه او دا سي ګڼه لکه ستا په شخصیت چي تېری شوی وي  که یو څوک ستا له ملګري ځخه ګیله من وي هغوی وپوهوۍ  او په عاقلانه شکل دخپل ملكگري له خوا عذرونه وړاندي كړۍ، او كه څوك ستاپه مسلمان ورور اوملګري تيری  ،  يا ظلم  او يا دهغه حق تلفي كوي نو په ټولو ممكنو وسائلو له هغه ځخه دفاع ْوكړۍ او د ملګرو او مسلمانو وروڼـو دفاع  کول واجب دي .عن أنس قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  أنصر أخاك ظالما أو م ظلوما قيل يا رسول الله هذا نصرته مظلوما فكيف أنصره ظالما قال تمنعه من الظلم فذاك نصرك إياه  (بخاري ومسلم) له انس رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمائيل :  د خپل مسلمان ورور مرسته كوه كه هغه ظالم وي او كه مظلوم ، پوښتنه ْوشوه چي كه هغه مظلوم وي ضرور به یې مرسته كوو خو كه هغه ظالم وي نو څرنګه به ئي مرسته كوو؟  رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمائيل: له ظلم كولو ځخه ئي لاس ور تم کړه او م نع یې کړه دا له ظالم سره مرسته ده .         (۲۷)   له ملګري سره نرمي او شرافت كوهاو د م� �ګرتياله آدابو ځخه د ملګري د ضرر تحمل دی چي كه د هغه له خوا كوم تكليف درته ورسيږي هغه برداشت كړې ،  ورته غصه نشې ، په هغه د زړسوي او شفقت زيات وي او خوږې او پستې خبري ورسره وكړې الله تعالى فرمائي : وقولوا للناس حسنا .او خلګو ته ښې خبري كوۍ .عن أبي الدرداء أن النبي  صلى الله عليه وسلم  قال من أعطي حظه من الرفق أعطي حظه من الخير ومن حرم حظه من الرفق فقد حرم حظه من الخير وقال ما من شيء أثقل في ميزان ا� �مؤمن يوم القيامة من خلق حسن وإن الله يبغض الفاحش البذيء وإن صاحب حسن الخلق ليبلغ به درجة صاحب الصوم وا� �صلاة.  (البيهقي وغيره)له ابوالدرداء رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چاته چي د نرمي برخه ْوركړل شوه د خير قسمت ْوركړل شو او څـوك چي له نرمي ځخه بې برخي شولو هغه له خير ځخه محروم شولو او وئې فرمايل چي د قيامت په ورځ به په تله كي تر ښو اخلاقو دروند بل څه شی نه وي او په ريښتيا چي الله تعالى بدګوي او پوچ خولی انسان نه خوښوي او په ريښتيا چي د ښو اخلاقو څښتن په خپل ښه خوي د لمونځ ګذار او روزه دار درجي ته رسېږي .عن عائشة قالت قال النبي صلى الله عليه وسلم الرفق يمن والخرق شؤم وإذا أراد الله بأهل بيت خيرا أدخل عليهم باب الرفق إن الرفق لم يكن في شيء قط إلا زانه وإن الخرق لم يكن في شيء قط إ� �ا شانه  (البيهقي)له عائشه رضي الله تعالى عنها ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : چي نرمي بركت ده او سختي بد مرغي ده او چي كله الله تعالى يوه كورته د خير اراده وكړي په هغوی د نرمي او شيرين كلامي دروازه ورخلاصه كړي نرمي چي كله هم يه يوه كار كي وي هغه كارښائسته كوي او سختي چي كله هم په يوه كار كي وي هغه عيب جن او بد نما كوي .عن عروة ابن الزبيرأن عائشة رضي الله عنها زوج النبي  صلى الله ع� �يه وسلم قالت دخل رهط من اليهود على رسول الله  صلى الله عليه وسلم  فقالوا السام عليكم قالت عائشة ففهمتها ف� �لت وعليكم السام واللعنة قالت فقال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  مهلا يا عائشة إن الله يحب الرفق في الأمر كله فقلت يا رسول الله أو لم تسمع ما قالوا قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  قد قلت وعليكم  (البخاري) له عروه بن زبير رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي ام المْومنين عائشه رضي الله تعالى عنها فرمائي : چي يوه ډله يهود رسول الله صلى الله عليه وسلم کورته  را دنني شول او وئي ويل چي السام عليكم (سام مرګ  ته وائي ) عائشه رضي الله  تعالى عنها وائي زه پې پوه شوم ما ورته وويل وعليكم السام واللعنة رسول الله صلى االله عليه وسلم ماته وويل سوكه شه نرمه شه الله تعالى په ټولو كارونو كي نرمي خوښوي عائشه رضي الله تعالى عنها وائي ما ورته وويل يارسول الله آيا تا نه واوريدل چي دوي څه  وويل؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : ماهم په جواب كي ورته وويل چي وعليكم  (يعني په تاسي د هم هغه څه وي چي تاسو راته وویل) .عن أنس بن مالك أن أعرابيا بال في المسجد فقاموا إليه فقال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  لا تزرموه ثم دعا بدلو من ماء فصب ع� �يه.  (البخاري)له انس بن مالك رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي يو اعرابي راغی او په مسجد كي ئي بولي  وكړې اصحاب ور ولاړ شولو رسول الله صلى الله عليه وسلم اصحاب منع كړو اوورته  وئي فرمايل بولي مه ورباندي قطع كوۍ  وروسته ئي بيا يوه بوكه اوبه را وغوښتلي او او د بولو په ځای یې توئي كړې . قال بعضهم يا رسول الله دلني على عمل يدخلني الجنة فقال إن من موجبات المغفرة بذل السلام وحسن الكلام (احياء علوم الدين) يوه د اصحابورسول الله صلى الله عليه وسلم ته وويل چي يارسول الله يو داسي نېک عمل راته وښيه چي زما جنت ته ددخول سبب شي هغه وفرمايل :  د الله تعالى د مغفرت له اسبابو ځخه يو هم سلام اچول او ښې خبري دي .   یو شاعر وائي :لا تقطعن عادة الإحسان عن أحد............................................   ما دمت تقدر والأيام تــا� �اتواذكر فضيلة صنع الله إذ جعلت ......................................  إليك لا لك عند الناس حاجاتالرِّفق يُمنٌ وخير ا� �قول أصدقه ................................................  وكثرة المزح مفتاح العداواتوالصدق برٌّ وقول الزور صاحبه .................................................  يوم المعاد حَرِيٌّ بالعقوباتچي تر څو د وس وي د احسان او ښېګڼي عادت له هيچا ځخه هم مه قطع كوه ځكه چي داسي ښې ورځي تل نه وي او د الله تعالى ددې احسان شكر په ځاي كړه چي تا ته خلګ محتاج دي او ته چاته نه ئي محتاج ,  نرمي بركت ده او ښه خبره هغه ده چي ريښتيا وي او ډېري ټـوكي د دښمنيو كلي ګاني دي  , ريښتيا ويل نيكي ده او دروغ ویونکی  انسان د قيامت د ورځي د عذاب مستحق دي .بل شاعر وائي:من يستعن بالرفق في أمره ................................................   يستخرج الحيَّة من وكرها نرمي یوه داسي وسله ده چي مار له سوړي ځخه راباسي. پښتانه وائي : چي په ګوړه وژل كېږي په زهرو ئي مه وژنه .    (۲۸)   له کاروباري ملګري سره تعاملکه ستا ملګری کاروباري  دکاندار او یاجر وي له داسي ملګري سره  کله هم وعده خلافي مه كوه ځکه چي د هغه د کاربار په لحاظ ډېر قیمتي که د یوه کار لپاره تاته کوم وخت وټاکي د هغه وخت پابند اوسه  او كه هغه له  ټاکلي وخت ځخه واوړي او وعده خلاف شي معذور ئي ګڼه او ته بايد په دي پوه ئي چي ستاتاجرملګ� �ي ستا حقوق او وعدې هغه وخت پاللی او پوره كولای شي چي له كار ځخه فارغ شي او كه چيرته ته ددې كاروبار شوق نلري او ياد دآخرت د محبت په وجه له تجارت او دنیوي کاروبارځخه نفرت او كركه كېږي خوكله چي د ملګري په دكان كيناستلې او هغه د وليد چي ډېر په مينه او حرص تجارت كوي په هغه مه بد ګمانه كېږه او معذور ئي ګڼه چي يا به تر پورونو � �اندي وي او يا به د اولاد د نفقې په تلاش كي وي او يا به سپـين ږیري مور او پلار لري او يا  به ئي واړه بــچيان وي چي د هغوي لپاره لګـيا دي  خپله ناستي دهغه په دكان كي عيب وبوله او هغه معذور وګڼه چي له تاسره نشي کېناستلای .اوكه ته په خپله تاجر او يا دكاندار ئي  نو د الله تعالی حقوق په کي پاله  او د ګټي په خاطر لم ونځونه او نور فرایض او دخیر کارونه مه پرېږده اوکه  يو څوك د خريداري لپاره درته راشي نو په دي پوه شه چي الله تعالى حلال رزق درته را استولي دي نو په خرڅولوكي ئي  قسم كول ، دروغ وئيل او دوكه وركول ، دنورو حرامو وسائ� �و په كار اچول او د خپل مال نامناسب تعريف كول ستا هغه حلال رزق حراموي چي الله تعالى تا ته پلورنځي ته در ْور� �ېږلو . او چي كله په کاروبار او تجارت کي ګټه وکړې څوک مه ورباندي خبروه ځکه چي له چا سره ستا د کاروبار په هکله حسد پیدا نشي او د الله تعالى شكر په ځاي كوه د هغه حمدوثنا وايه او دا دالله تعالى احسان بوله او خپله چالاكي اويا هنر ئي مه بوله او كه ستا مسلمان ورور ګټه وكړي هم داسي ورباندي خوشاله كېږه لكه په خپله ګټه چي خوشاله كېږي . ځكه چي له رسول الله صلى الله عليه وسلم ځخه روايت شوی دی فرمائي : عن أنس عن النبي  صلى الله عليه وسلم  قال لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه (صحيح البخاري وغيره) مْومن به ترهغه وخته  د ايمان ښه خوند ونه مومي تر څو چي د خپل مسلمان ورور لپاره هغه څه خوښ نكړي چي ځانته ئي خوښوي .او چي كله د ترازو او يا ګز(متر) په لاس كي واخيست نو ستا لپاره د الله تعالى ترازو او ميزان در په ياد كړه چي په هغه كي به لږشان ته بي انصافي هم نه وي په دې احساس بي انصافي مه په كي كوه او چي په چا څه خرڅويگ په تله او ګز كي ئي ښه سودمن كوه په دې نيت چي د قيامت په ورځ الله تعالى ستا د نيكي تله درنه كړي او تول كله هم كم مه كوه ځكه چي د كم تول كوونكيو لپاره سخت عذاب دی الله تعالى فرمائي :ويل للمطففين الذين اذاكتالوا على الناس يستوفون واذاكالوهم او وزنوهم يخسرون. افسوس او يا سخت درد وْونكی عذاب دی د كم تول كوونكيو لپاره  كله چي ئي له نورو ځخه ځانته تلي نوپوره تول غواړي او چي كله ئي نوروته ور پيمانه كوي نقصاني كوي ئي .بل دا چي په خپل کاروبار کي د کله په يو چاپورباندي شو نو كه تنګ لاسی وي او تاته ئي حالت معلوم  وي  مه ئي تنګوه كه څه هم تر خپل ټاكلي وخت واوړي ځكه چي الله تعالى فرمائي : (وإن كان ذو عسرة فنظرة إلى ميسرة)كه چيرته ستا پوروړي تنګ لاسه وي نو ترآساني پوري چي لاس ته څه ورځي انتظار ورته وكړه .عن أبي بكر الصديق قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  من أحب أن يسمع الله دعوته ويفرج كربته في الآخرة فلينظر معسرا أو ليدع له ومن سره أن يظله الله من فور جهنم يوم القيامة ويجعله في ظله فلا يكونن على المؤمنين غليظا وليكن بهم رحيما. (أبونعيم و البيهقي)له ابوبكر صديق رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم و فرمايل كه يو څوك دا خوښوي چي دعاګاني ئي قبولي شي او په اخرت كي تكليف ورځخه پورته شي نو تنګ لاسي پوروړي ته د انتظار كوي او كه يوڅوك په دې خوشاله كېږي چي الله تعالى ئي د قيامت په ورځ د جهنم له سختي تودوخي ځخه د خپل رحمت په سيوري كي وساتي نوپه مسلمانانو د سختي نه كوي او په هغوي د زړسواند وي.عن أبي هريرة عن النبي  صلى الله عليه وسلم  قال من نفس عن مسلم كربة من كرب الدنيا نفس الله عنه كربة من كرب يوم ال� �يامة ومن يسر على معسر في الدنيا يسر الله عليه في الدنيا والآخرة ومن ستر على مسلم في الدنيا ستر الله عليه في الدنيا والآخرة والله في عون العبد ما كان العبد في عون أخيه. (مسلم وأبو داود والترمذي والنسائي وابن ماجة) له ابو هريره رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل يوچاچي له مسلم ان ځخه ددنيا له تكليفونو ځخه يو تكليف پورته كړ الله تعالى به له ده ځخه د قيامت له تكليفونو ځخه   يو تكليف پو� �ته كړي او چاچي په دنيا كي په يوه تنګ لاسي سړي آساني جوړه كړه الله تعالى به په دنيا او آخرت كي په ده باندي � �ساني جوړه كړي او چا چي په دنيا كي په يوه مسلمان پرده واچوله الله تعالى به په دنيا او آخرت كي دهغه پرده وساتي او يو څوك چي د بنده مرسته كوي الله تعالى به دده مرسته كوي .اوكه يو چا له تا ځخه مال اخيستي وي او د څ ه مجبوریت په اساس هغه بېرته تاته واپس کوي نو په ښه ټنده ته خپل مال بېرته ځيني واپس كوه ځكه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائي : عن أبي هريرة قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم من أقال نادما بيعة أقال الله عثرته يوم القيامة. (ابن حبان)يو څـوك چي يو شي له چا ځخه واخلي او په اخيستلو ئي پښېمان شي او مالك ئي بيرته ځيني قبول كړي الله تعالى به له هغه تاجر ځخه د قيامت په ورځ دهغه ګناهونه لري كړي .او د خپل م ال له حد ځخه زیات تعريف مه كوه او د بل چا د مال عيب مه وايه ځكه چي دايوه نوعه د نفاق دي په خپل تجارت كي هروخت خريدار خوشاله كوه او ريښتيا  ورته وايه ځكه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائي : التجار فجار إلا من بر وصدق (اداب الصحبة)تاجران ګـناهكاران دي  مګر كه څوك نيكي او احسان كوي او ريښتيا وائي .  همدا راز په تجارت كي كله ناكله خير وخيرات كوه او په صدقه او خیرات ستا تجارت صفا كېږي ځكه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم په بازار كي ودريدلو او وئي فرمايل : عن قيس بن أبي غرزة قال أتانا رسول ال� �ه  صلى الله عليه وسلم  ونحن نتبايع بالعقيق فقال يا معشر التجار إن هذا البيع يحضره الحلف والكذب فشوبوه ب� �يء من الصدقة (المعجم الكبير) له قيس بن أبي غرزة رضي الله تعالى ځخه روايت دی چي مونږ د قيمتي ډبرو خ� �يدوفروخت  كولو او رسول الله صلى الله عليه وسلم راغی او وئي فرمايل:  اې د تاجرانو ټولنې ؛  ستا سو له خريدوف� �وخت سره درواغ او قسمونه ګډېږي نو په څه خيرات ئي صفا كوۍ . بل داچي كله هم د خپل كاروبار د ځاي لورته تللې دا نيت كوه چي په نن ورځ کي به د يوه مسلمان ضرورت  پوره كوم په دې نيت به د په رزق كي بركت وي او كه څه لاس ته درشي په هغه كي به هم الله تعالى بركت دراچوي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائي : عن عبدالله بن عباس عن النبي صلى الله عليه وسلم قال نية المؤمن خير من عمله. (مسند الربيع) د مومن نيت د هغه تر عمل غوره دی .محدثين ددې حديث مفهوم داسي بيانوي :فقالوا نية بلا عمل خير من عمل بلا نية. (التفسير الكبير)بي عمله نيت تر بي نيته نيك عمل غوره دي په دې معنا چي د یوه نېک عمل نیت دخالص د الله تعالی د رضا لپاره کړی وي که هغه نېک عمل ونه کړې هم خو دا نیت تر هغه نېک عمل غوره چي د الله تعالی د رضا نیت د په کي نه وي کړی .  قال جعفر بن محمد الصادق من اتجر فليتجنب خمسة أشياء اليمين وكتمان العيب والمدح إذا باع والذم إذا اشترى والدخول في شراء غيره . (اداب الصحبة)امام جعفر بن محمد الصادق رضوان الله تعالى عليهم اجمعين فرمائي :   څوك چي تجارت كوي له پنځو شيانو د ځان ساتي له قسم خوړلو ،  د خپل مال دعيب له پټولو،  دخرڅ� �ولو په وخت كي دخپل مال له  ستائيلو، د اخيستلو په وخت كي دبل چاد مال دعيبونو له بيانولو (ياخوئي واخله او يائي پرېږه) اود بل چا په  سودا  كي له ورلويدلو ځخه .(۲۹)   پراخه ټنډه د ملګرتيا له آدابو ځخه دههرملګری چي كله له خپل ملګري سره مخامخ كېږي په كارداده چي په خوشاله او غوړېدلي ټنډه ورسره مخامخ � �ي  .عن جابر قال قال رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وسلم إن الله تعالى يحب الطلق الوجه و لا يحب العبوس .  (اداب الصحبة) له جابر رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل : چي الله تعالى غوړيدلي څېره خوښوي او تروه ټنډه نه خوښوي .عن جابر قال قال رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وسلم من مكارم أخلاق النبيين والصديقين والشهداء والصالحين البشاشة إذا تزاوروا والمصافحة والترحيب إذا التقوا. (ابن لال في مكارم الأخلاق)     له جابر رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم  وفرمايل : دا د پيغمبرانو،  ريښتونيو، شهيدانو او نيكانو له ښو اخلاقو ځخه دی چي كله د يوه اوبل ملاقات ته  ورځي د خوشالي آثار پرې ليدل كېږي او يوبل ته لاس وركوي او د يوه بل هركلي كوي چي كله سره مخامخ شي .یو شاعر د اصیل او کم اصل فرق په خپل شعر کي داسي بیانوي :ومسألة ال� �ّـئيم عليـك عـارٌ............................................................... وذلـك حـين تسـأله عناءُوذو الكرم الكريم تراه سه� �ا.............................................................طلـيق الوجه ليس به التواءُله كنجوس  او کم اصل انسان ځخه غوښتنه پيغور دي او چي كله څه ځیني غواړې ورته دروند بار وي  او سخي طبيعته او اصیل انسان چي كله هم وينې نو ټنډه به ئي غوړيېدلي وي, ګونجي او کوتان به نلري او هركار به ورته آسانه وي .(۳۰)   د ملګرو خدمت كوهداهم د ملګرتيا  له آدابو ځخه ده چي د خپل ملګري خدمت وكړې كه څه هم هغه په رتبه اوعمركي له تا ځخه ښكته وي او يا له تاسره برابروي او كه له تا ئي رتبه پورته وي بيا خو ئي خدمت هسي هم لازمي دي په دې عقيده چي د � �وم مشر د قوم خدمت ګار وي .   قال يحيى بن أكثم بت ليلة عند المأمون أمير المؤمنين فانتبهت في جوف الليل وأنا عطشان فتقلبت فقال يا يحيى ما شأنك قلت عطشان والله يا أمير المؤمنين فوثب من مرقده فجاءني بكوز من ماء فقلت يا أمير المؤمنين ألا دعوت بخادم ألا دعوت بغلام فقال لا حدثني أبى عن أبيه عن جده عن عقبة ابن عامر � �ال قال رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وسلم سيد القوم خادمهم. (اداب الصحبة)يحيى بن اكثـم  وائي يوه شپه له امير المْومنين مأمون الرشيد سره د هغه په خوابګاه كي ويده وم او د شپـې تږی شوم او په يوه او بل اړخ اوښتلم مامون را ويښ شو او ماته ئي وويل څه پېښه ده يحيى؟   ما ْورته وويل چي اې امير المْومنينه والله تږی يم هغه له خپلي بستري ځخه وچت راپورته شواو يوه كوزه اوبه یې راوړې ما ورته ْوويل چي امير المومنين يوه هلك او يا خادم ته د ولي آوازنه كولو؟  هغه په ځواب كي راته وويل چي زما پلار (هارون الرشید) زما له نيكه ځخه هغه له عقبه بن عامرځخه روايت كړی دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائيلي دي : چي د قوم مشر د قوم خدمتګار وي .(۳۱)   د ملګـري په مصيبت كي شركت كوهبل داچي د وروڼو او ملګرو په غم كي داسي بشپړ ځاني او مالي مخلصانه شركت كول په كاردی لكه چي د هغه په خوشالي كي چي شريك یې او په دي دواړو حالتونو كي به ئي توپـير نه كوې داسي نه وي چي په خوشالي كي ئي تر هرچا مخكي روان ئي او د غم په ورځ كي ئي ستا درك نه لګېږي لكه پښتانه چي وائي: دښې ورځي مي ورور ئې دبدي مي پيغورئې  ، دا معنا چي د تكليف په ورځ ستا د نه موجوديت په وجه خلګ ماته پيغورراكوي چي ستا هغه ښه ملګری خو نه ښکاري داداصيلو خلګـو خوی نه وي . (۳۱)   ملګریو ته په خپله  خوشالي کي د ګډون بلنه ورکوهستا هغه ملګري چي تل ستا په کړاوونو او ستونځو کي درسره اوږه په اوږه  ولاړ وي دا د انصاف خبره نه ده چي ستا د خوشالي په شېبو او په ښو ورځو هغوی هېر کړې . یو شاعروائي:واذا تكون ك� �يهة ادعى لها                        واذا يحاس الحيس يدعى جندبچي كله سخته وي ما ورغواړي او چي كله اوګره څټله كېږي بيا جندب راغواړي .ددې مفهوم د تایید لپاره پښتانه وائي : توري د لالا ْوهي ډوډۍ د عبد الله  وهي .(۳۲)   کوشش کوه ملګري ته سلام ته پیل کړېاو بل د اسلامي ورورولي اوريښتوني ملګرتيا � �ه  حقوقو ځخه دادي چي كوشش كوه ړومبی سلام ته واچوې ځكه چي سلام اچول مينه او محبت ټینګوي او كه كله ستا يو مس� �مان ورور تاته سلام در واچوي نو په غوړېدلي ټنډه او په بشپړ احترام یې  ور بيا كوه الله تعالى فرمائي :واذا حييتم بتحية فحيوا بأحسن منها او ردوها.  چي كله تاسو ته سلام درواچول شي نو تر هغه ئي په ښه وجه وربياكوۍ او يائي په هغه شكل ورګرزوۍ كوم چي تاسوته در اچول  شوي وي .عن علي قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  للمسلم على المسلم ست يسلم عليه إذا لقيه ويشمته إذا عطس ويعوده إذا مرض ويجيبه � �ذا دعاه ويشهده إذا توفي ويحب له ما يحب لنفسه وينصح له بالغيب   (سنن الدارمي )له علي رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل : د مسلمان په مسلمان شپږ حقونه دي چي كله ورسره م خامخ شي سلام به وراچوي او چي كله وپرنجېږي (او الحمد لله ووائي) يرحمك الله به ورته وائي او چي رنځور شي پوښتني ته به یې ورځي او چي دعوت وركړي قبلوي به ئي او چي مړشي جنازې ته به یې ورځي او هغه څه به ورته خوښوي چي ځان ته ئي خوښوي او پسي شا به یې خير غواړي .عن عبد الله بن عمر أن رجلا سأل رسول الله  صلى الله عليه وسلم  أي الإسلام خير قال أن تطعم الطعام وتقرأ السلام على من عرفت ومن لم تعرف (بخاري و مسلم) أي أي الخصال في الاسلام خير.له عبدالله بن عمر رضي الله تعالى عنهما ځخه روايت دی چي يو چا له رسول الله صلى الله عليه وسلم ځخه پوښتنه وكړه چي كوم خوي په اسلام كي غوره دی يارسول الله ؟رسول الله صلى الله عليه وسلم په ځواب كي وفرمايل : ډوډۍ وركوه او كه کوم مسلمان د پېژندلو او يا دنه پېژندلو خو سلام وراچوه .عن أبي هريرة عن النبي  صلى الله عليه وسلم  قال لا تدخلوا الجنة حتى تؤمنوا ولا تؤمنوا حتى تحابوا ألا أدلكم على ما تح ابون به قالوا بلى يا رسول الله قال أفشوا السلام بينكم . (مسلم)له ابو هريره رضي الله تعالى عنه ځخه � �وايت دی چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ترهغه وخته به جنت ته داخل نشۍ تر څو چي مو ايمان  نه وي � �اوړی او كله به هم ايمانداره نشۍ ترڅو چي مو يوله بل سره محبت نه وي پيدا شوی  آيازه تاسوته هغه كاردر وښيم چي په هغه ستاسو يوله بل سره محبت زیات شي؟  مونږ ورته وويل هو يارسول الله ده (ص) وفرمايل : په خپل مېنځ كي يوبل س� �ام زيات وراچوۍ .عن عبد الله بن سلام رضي الله عنه قال لما قدم رسول الله  صلى الله عليه وسلم  المدينة انجفل الناس إليه فجئته لأنظر في وجهه فلما رأيت وجهه عرفت أن وجهه ليس بوجه كذاب فكان أول شيء سمعت منه أن قال يا أيها الناس أطعموا الطعام وأفشوا السلام وصلوا الأرحام وصلوا بالليل والناس نيام تدخلوا الجنة بسلام ( الترمذي والحاكم وابن ماجه وابن مردويه والبيهقي)عبد الله بن سلام رضي الله تعالى عنه وائي چي كله رسول الله صلى الله عليه و سلم مدينې منورې ته راغی خلګود هغه خوا ته حركت پيل كړ زه هم ورته راغلم ما چي ك� �ه د رسول الله صلى الله عليه و سلم مخ مبارك ته وكتل په دې مي يقين شو چي دا مخ ددرواغ ويونكي انسان نه دی او ړومبۍ خبره چي ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم ځخه واوريدله هغه داوه :  اې خلګو يوبل ته سلام اچوۍ ،  اوخ� �ګو ته ډوډۍ وركوۍ ، اوله خپلوانو سره خپلوي پالۍ ، اوچي كله نورويده وي تاسي لمونځونه كوۍ ، جنت ته به روغ رمټ او په امن کي ننوزۍ .(۳۳)   ملګري په ژوند او پس له مرګه په دعا کي  یاد ساتهبل دا چي د ملګ� �و په ژوند او د هغوي له مرګه وروسته له هغوی سره وفا كول او هغوی په دعاکي په یاد ساتل ضروري اوپه كاردي پس له  مړيني ملګرتيا پالل  او وفاداري دا معنى لري چي هغه تل په دعا كي ياد ْوساتي كله چي د وس ورسېدلو يو خيرات پسي وكړي او ثواب ئي د هغه روح ته ْوبښې همدارازد هغه په پسماندګانو د زړسوی او همدردي وي او حتى المقدور ئي ضرو� �تونه ورپوره كړې د هغه ماشومان خپل ماشومان وګڼې او دا قسم وفا ډېره كمه ليدلي شوي ده اوس خو ملګري په ژوند وفا نلري پس له مرګه به څه توقع ځيني وكړې .(۳۴)   له ملګري سره په کړي وعده وفاکوهکله چي له م� �ګري سره یوه وعده کوې نو داسي وعده مه کوه چي پالل یې درته مشکل وي  او یا ستا له امکاناتو ځخه وتلی وي او کله چي بیا کومه وعده وکړې ضرور یې پاله او وعده خلافي مه کوه ځکه چي وعده خلافي د منافق خوی دی او په وعده وفا کول د اصیل مسلمان خصلت دی .الکریم اذا وعد وفیاصیل انسان چي کله وعده وکړي پوره کوي یې .شاعرد اصيل ملګري تعريف كوي او وائي :إن الكرام إذا ما استُعطفوا عطفوا ............................................   وا� �حر يعفو لمن بالذنب يعترفوالصفح عن مذنب قد تاب مكرمة .............................................  وفي الوفاء لأخلاق الفتى ش� �فمن عاشر الأشراف عاش مشرّفا  ......................................................  ومعاشر الأرذال غير مشرَّفله ښو خلګو ځخه چي كله  هم د همدردي تقاضاْوشي همدردي كوي  او اصيل سړي ته چي څوك د ګـناه اعتراف وكړي قبلوي ئي او په عزت منه طريقه درګذر ځيني كوي او په وفاداري كي د ځوان د اخلاقو قدردی څوك چي د عزت له خاوندانو سره ووسي عزتمن به � �ي او چي د سپكو خلګو ملګرتيا كړي كله به هم عزت نه مومييقول الثوري: لا تعد أخاك موعدا فتخلفه فتستبدل المودة بغضا. له مسلمان ورور سره داسي وعده مه كوه چي بيا ئي پوره نه كړې ځكه چي وعده خلافي دوستي په دښمني بدلوي . ابو نصر المروزى وائي يا واعد الوعد الذي أخ� �فا.................................................    ما الخلف من سيرة أهل الوفاما كان ما أظهرت من ودنا..............................................................   إلا سراجا لاح ثم انطفااې د مخالفي وعدې وعده كوونكيه وعده خ� �افي د باوفا انسانانو خوي نه ده زما او ستا دوستي صرف  يو څراغ وو چي رڼا ئي كوله او بيرته خاموش شولو .او يوبل شاعر خو د وفادار ملګري دومره تعريف كوي  چي تر نسبي وروڼو ئي هم زيات بولي او وائي :وجدت ق� �يب الود خيرا وإن نأى ....................................   من الأبعد الود القريب المناسبورب أخ لم يدنه منك والد ...................................................    أبر من ابن الأم عند النوائبورب بعيد حاضر لك نفعه  ...................................................  ورب قريب شاهد مثل غائبماپه ملګرتيا كي مخلص دوست كه څه هم په قرابت كي راځخه لېري وو غوره وموندلو ترنسبي قريب او خپل ، ډېر ځله ستا يوديني وروراو ملګری د تكليف په وخت كي له تاسره ستا ترمورزوكړي ورور زيات احسانمن ثابت شي او ډېر ځله يو څوك په نسب كي درځخه لېري وي خو خير ئي ډېردرته نژدې وي او ډېر ځله داسي قريبان وي چي درته نژدي وي خو لكه ډېر چي درځخه لېري وي .بل شاعر وائي:إذا قِيل في الدّنيا خليل فقل نعمْ  ......................................  خليل اسم شخص لا خليل وفاءكه يو چا درته وْويل چي په دنيا كي خليل (دوست) شته ؟ ْورته ووايه هو په دي نامه سړی شته خو د مفهوم په اعتبار (خليل) دوست نشته . بل شاعر دځان تعريف كوي اوپه دې هكله وائي :وكنت إذا صحبتُ رجال قومٍ  ..................................................  صح� �بتـهمُو وشيمتيَ الوفاءُفأُحسن حين يُحسن محسنوهم ................................................   وأجتنب الإساءَ ة إن � �ساءواماچي به د يوه قوم د كسانو ملګرتيا اوآشنائي كوله نو په  آشنائي كي وفا زما عادت وو كه به ئي ښه  � �اسره كول ښه مي ورسره كول او كه به ئي بد راسره كول نو ما بد نه ورسره كول . بل شاعر بيا د خپلو ملګرو د وعده خلافي او بې وفایي شكايت كوي او وائي:إذا عهـدوا فلـيس لهم وفاء ............................................................   وإن وعدوا فموعدهم هباءوإن أرضـيتَهم غضبوا ملاما  .....................................................   وإن أحسنْتَ عِشرتهم أساءواچي كله وعد ه وكړي نه ئي پوره كوي  او كه وخت درته ْوټاكي نو نيټه ئي پـالتو وي كه ئي زه خوشاله كړم هم راته غصه وي او ما ملامتوي او كه ښه ګوزاره ورس� �ه كوم بد راسره كوي .يو بل شاعر بيا له اشنايانو مايوسه شوي او وائي:أَبْغِيْ الوفاءَ بدهرٍ لا وفاءَ له  ....................................................  كأننّي جاهلٌ بالدّهرِ والنّاسِزه په داسي عصر كي وفا غواړم چي دا عصر بيخي وفا نلري  زما د وفا تقاضا داسي ده لكه زه چي بيخي په دي زمانه او خلګو خبر نه يم.  او بل شاعر هم د مايوسي حالت ته رسيدلي او په هيچا باور نلري وائي.بِمَنْ يثقُ الإنسانُ فيما ينوبُهُ  .......................................................  ومِنْ أين للحرّ الكريم صِحَابُوقد صارَ هذا الناسُ إلا أقلَّهم  ......................................................... ذئاباً على أجسادهنّ ثِيَابُپه چا به انسان د تكليف په وخت كي باور وكړي  او د ښه او اصيل سړي ملګري چيرته پـيدا كېږي لږ خلګ كه سم وو نورو خو زيات ترو په ظاهره  دانسانانو جامي اغوستلي دي او په حقيقت كي ليوان شوي دي .بل بيا په اشنائي كي د خپلي وفا تعريف كوي چي زه هيڅكله هم اشنا ته تكليف نه ْوركوم او وائي :وإذا وعدتُ الوعد كنت كغارم  .........................................................  دَيناً أقرُّ به وأحضر كاتباحتى أُنفّذه على ما قلتُه  ..............................................................   وكفى عليّ به لنفسيَ طالباًوإذا منعتُ منعتُ منعاً بيِّنا  ....................................................  وأرحت من طول العناءِ الصَّاح بازه خو چي كله هم وعده وكړم داسي ئي ګڼم لكه پور چي مي اخيستي  وي كاتب راغواړم او اقرارنامه پرې ليكم او تر څو چي ئي پوره كوم زما خپل ځان په ما باعث وي ، د بل غوښتني ته ضرورت نه پرېږدم او كه  مي وعده نه كوله ښكاره انكار ورته كوم او ملګری په اوږده پريشاني او انتظاركي نه اچوم .(۳۵)    خپل ملګری مه هي� �وه او ليدلو ته ئي ورځهشپې ورځي ګرزي انسان كله په ښه حالت وي او كله ئي بيا حال خراب وي په هرحالت كي مس� �مان خپل ملګري او دوستان خپلوان او مسلمان وروڼه بايد په ياد ْوساتي اوهير ئي نكړي او دا خويونه په اصيلو خ� �ګو كي وي كه ستاد مسكنت په حالت كي كوم دوستان وي او بياد الله تعالى بډاي كړي او يا يوه ستر منصب ته ورسيدلي نو خپل ملګري بيا په ياد ساته .همداراز د ملګرو ملاقات ته ورځه كه هغوي نه درته راځي ته ْورشه كه څه  هم لېري وي په دې كي اجرهم دي اود  ملګرتيا پالنه ضروري ده .عن أبي هريرة قال قال رسول الله  صلى الله ع� �يه وسلم  من عاد مريضا أو زار أخا له في الله ناداه مناد أن طبت وطاب ممشاك وتبوأت من الجنة منزلا (سنن الترم� �ي)له ابي هريره رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل : څوك چي ديوه رنځور د پوښتني لپاره او يا د يوه ورور د ملاقات لپاره ولاړ شي يوه فرشته ورته اواز كوي چي هم ته ښكلی ئي او هم ستا تګ ښکلی دی او په جنت كي تاد خپل ځان لپاره هستوګنځاي تيار كړ .عن أبي هريرة عن النبي  صلى ا� �له عليه وسلم  أن رجلا زار أخا له في قرية أخرى فأرصد الله له على مدرجته ملكا فلما أتى عليه قال أين تريد قال أريد أخا لي في هذه القرية قال هل لك عليه من نعمة تربها قال لا غير أنى أحببته في الله عز وجل قال فإني رسول ا� �له إليك بأن الله قد أحبك كما أحببته فيه (مسلم)له ابي هريره رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول ا� �له صلى الله عليه و سلم وفرمايل :  چي يو كس یوه بل كلي او يا ښار ته د خپل مسلمان ورور د  ليدلو لپاره روان شو� �و الله تعالى په لار كي يو فرشته د هغه لپاره په انتظار وګمارلو چي كله هغه کس ورته راورسيدلو هغه فرشته ورته وويل چي چيرته ځې؟ هغه په ځواب كي ورته وويل چي په دې كلي كي ځما يومسلمان ورور دی د هغه ليدلو ته ورځم هغه فرشته بيا پوښتنه ځيني ْوكړي چي ايا هغه له تا سره كوم احسان كړی چي احسان ئي وپالې ؟  هغه ْورته ووائي چي نه ، يوازي د الله تعالى لپاره ورسره مينه لرم هغه فرشته ورته ووائي چي زه الله تعالى را استولی يم او زيری دركوم چي ته د الله تعالى خوښ شوې په دې چي تا هماغه كس د الله تعالى لپاره خوښ كړی دی .شاعروايي:نزوركم لا نكافئكم بجفوتكم  .................................................... إن المحب إذا لم يستزر زارايقرب الشوق دارا وهي نازحة  .......................................  من عالج الشوق لم يستبعد الداراستا سو ملاقات ته راځو او ستا سو د بي وفائي په سترګه نه درته ګورو ځكه كه يو دوست دخپل دوست ملاقات ته نه ورځي نو هغه بل د ورته راشي  شوق او مينه ښارونه � �انژدې كوي كه څه هم مسافې زياتي وي  خو څوك چي د ملګري د ملاقات شوق ولري نو بيا هيڅ ځاي هم لېري نه ورته ښکارېږي .بل داچي كله د يو ملګری درته راغي نو مه ځيني پټ كېږه داسي نه چي هغه ستا په انتظار كي د باندي   ولاړ وي اوته په كور كي ناست یې او نه ورته راوځې .لا تتركني بباب الدار مطروحا ..........................................   فالحر ليس عن الإخوان يحتجبهبني أتيت بلا معنى ولا سبب .............................................  ألست أنت إلى معروفك ا� �سببشاعر وايي ما په دروازه كي پرې ايښی مه غورځوه او اصيل سړی له وروڼو ځخه نه پټېږي داسي ئي فرض كړه چي زه بيكاره او بي سببه درته راغلم ته خو د  نيك كار لپاره  سبب جوړشه .(۳۶)  د خپلو ملګریو احوال پرسي په لېک او تلیفون سره کوه  همدا راز که ستا ملګری له تا ځخه په لېري سیمه کي اوسېږي او د مخامخ لیدلو امکانات کم وي په هغه صورت کي د تلیفون او یا نټ  سهولت موجود وي په تلیفون او یا نټ  تماس ورسره نیسه  او که دا سهولتونه نه وي بیا له خپل ملګري سره قلمي رابطه ساته خواه كه هغه د پوست په ذريعه وي او يا د برېښنالېک په  واسطه ځكه چي دا ملګرتيا ټینګوي او كه كله ستاد ملګري له خوا يو ليك درته راشي نو په نژدې وخت كي یې جواب ضرور ورلېږه او د هغه تر جذباتو زيات صميمانه  احساسات په كي ښكاره كوه که خط وړوکی هم وي خو د کاغذ پوره او بشپړه پاڼه ورلېږه ځکه چي د کاغذ وړه پرزه د مرسل الیه (ملګري) د توهین مترادف دی  .عن ابن عباس أنه قال � �رى لرد جواب الكتاب حقا كما أرى لرد السلام. (القرطبي)ابن عباس رضي الله تعالى عنه فرمائي زه د خط جواب هم داسي ضروري ګڼم لكه د سلام جواب . او شاعر وائي:إذا كتب الخليل الى الخليل  .................................................   فحق واجب رد الجوابإذا الإخوان فاتهم التلاقي   ...............................................   فما صلة بأحسن من كتابكله چي تاته ستا يو ملګری ليك وليكي نو دا د هغه واجب حق دي چي جواب ئي ورته وليكې او كله چي د ملګرو ملاقات نا ممكن شي بيا نو تر ليك بله ښه ذريعه د تماس نشته .(۳۷)    عيبونه ئي مه لوڅوهبل داچي  تل د كوشش كوي چي د خپلو ملګريو عيبونه پټ وساتي د هغوي منفي اړخونه لوڅ نكړي او ښه صفات او نيك عادتونه ئي بيان كړي د ملګري عيب لو څول ګناه دي او دې خبري ته م خکي هم اشاره وشوه  او دا کار د ملګرتيا منافي عمل دی .شاعر وائي:شرّ الورى بمساوي الناس م� �تغل ......................................   مثل الذباب يراعي موضع العَللِسامح صديقك إن زلَّت به قدمٌ ........................................................  فليس يسلم إنسانٌ من الزّللِ بدترين د خلګو هغه څوك دی چي د خلګو په عيبونو مشغول وي لكه مچ چي هميشه د زخمي ځايونو په تلاش كي وي  كه ستا له خپل ملګري ځخه كومه غلطي وشي نو بښه یې ځكه چي يو انسان هم له غلطيانو ځخه پاك نه دی .  او بل شاعر بيا ډېره ښه رهنمائي كوي او وائي :لسانك لا تذكرُ بهِ عورة امريءٍ ..................................................   فكلّك عوراتٌ وللنَّاس ألسنوعينك إن أبدت إليكَ معائباً...................................................  بغيرك قل يا عين للناس أعينوعاشر بمعروف وسامح من اعتدى .............................................  وفارق ولكن بالتي هي أحسنته خپله ژبه كنترول كړه او د چا بد مه وايه په خپله هم ټول سره عيب ئي او خلګ هم ژبي لري كه ستا سترګو تاته د نورو عيبونه درښكاره كړل ورته ووايه اې سترګو؛  نور خلګ هم سترګي لري  ښه ګوزاره كوه  له خلګو سره او كه څوك تجاوز در باندي وكړي ورځخه ور تېرېږه او په ښه طريقه ځان ځېني بېلوه . ................................................................................   پای   .................................................................................................. ",په اسلام کي د ملګري حقوق او د ملګرتیا اصول او آداب ( درېیمه برخه ) 4548,," عبدالمقتدر ( ناصري ) دننګرهاردعامي روغتياروغتون وړمه ورځ د۲۰۰۶ مي� �ادي کال د اګست پرنهه ويشتمه نېټه د تورخم - جلال اباد پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښي له امله په يوه ( پراډو) موټرکي د موټر چلوونکي په ګډون ټولو نهه تنو سپرليو خپل ژوند له لاسه ورکړ، له وژل شويو کسانو څخه د يوه مساپر جسد د جلال اباد د عامي روغتيا په روغتون کي تر اوسه ساتل سوى دﺉ. د جلال اباد د عامي روغتيا � �ياست يو تن کارکوونکي بېنوا ته وويل چي څرنګه چي د دغه سړي سره هيڅ ډول اسناد نسته، تر اوسه يې هويت نه دى پېژندل سوى، خو فکر کېږي دغه مساپر به د پېښور يا پښتونخوا د کومي بلي سيمي اوسېدونکی وي، که درانه � �وستونکي دغه سړﺉ پېژني هيله ده کورنۍ ته يې خبر ورکړي.     ", جلال ابادته نژدې دترافيکي پېښي يو نااشناقرباني 4549,صديق الله بدر، كابل," صديق الله بدر، كابل - مورجانې! ګوره كه نه څومره ډېر شيان مې راوړي دي، دا په كې ستا، دا مې د سكينې خور او دا نور د... د... د...  - او، هو زويه وايه كه نه! دا د چا؟  - مور جانې! دا د...څنګه يې ووايم، نه يې شم ويلى، له تانه شرميږم.  - ښه، ښه! پوهه شوم، هغه به څنګه ورځ وي، چې دا د زړه ا� �مان مې تر سره شي.  - مور جانې! سودا مه كوه، كه خداى كول او بخت مې كوټه نه شو، هغه ورځ به هم راشي.  - زوى جانه! څوك خو به دې په كلي كې خوښه كړې نه وي؟ كه داسې وي، وايه، چې پسې ورشم. - نه، نه مورجانې! زه خو ستا سترګو ته ګورم  - ښه، چې داسې ده، زه به سر له نن نه په لټه كې شم او په خوى او ښايست كې يوه بې جوړې پېغله درته وګورم، داسې چې سيل يې وشي.  - مور جانې! دا ستا خوښه، چې ښاپېرۍ راته ګورې او كه بنګړيواله، خو، چې ستا ګوزاره ورسره وشي.  - هو، رښتيا څو ورځې مخكې دې خور راغلې وه او ډېر يې يادولې.  - ښه شوه، چې راياده دې كړه، سكينه څنګه ده، خداى شته زما هم ډېره يادېده.  - ښه ده، خو له جبار نه ډېر سر ټكوي، هغه ورسره ښه چلند نه كوي.  - ګوره مورجانې! ما څومره درته وويل، چې سكينه، جبار ته نه وركوو، خو تا او دادا مې زما خبره ونه منله. ما � �ه ډېر پخوا نه جبار پېژانده، هغه زموږ د خېښۍ او خپلوۍ نه و.  - زوى جانه! زما هم خوښه نه وه، د تقدير كار و، وشو... څه كوې؟ ولې پاڅېدې؟  - مور جانې! تر ښاره پورې ځم، هلته مې څه ډېر ضروري كار دى.  - كېنه زويه! اوس د تګ وخت نه دى. ګوره لمر په پرېوتو دى، سبا ته كه خير وي لاړ به شې.  - نه مور جانې ځم.  - د خپل پلار تر � �اتګه نه ګورې. -  څه ووايم، زما كار ډېر ضرور دى، هغه بايد همدا نن مازيګر خلاص كړم، ماښام شا و خوا بې� �ته راځم، خو كه ناوخته شوه، هلته نږدې به د خپلې خور كور ته ولاړ شم.  سوېلۍ ترورپه خپله بستره كې له يو اړخ نه بل اړخ ته واوښته: اخ، قربان دې شم، ولې، ولې؟ ستا خو له هيچا سره هم دښمني نه وه، دا چا داسې ټوك ټوك او په وينو ليت پيت كړى يې، چا، ولې ، ولې؟ زوى جانه، چا وايه چا، ولې، ولې؟  سوېلۍ ترور يوه كړيكه وكړه او نېغه پر خپل ځاى كېناسته. د هغې له كړيكې سره مير ګل كاكا هم په وارخظايۍ له خوبه راويښ شو او ژر يې څراغ ولګاوه.  - څه خبره ده، ولې، ووېرېدې؟  - هو، هو سوېلۍ ترور دا وويل او په سلګو سر شوه، ژبه يې په ستوني پورې ونښته، خولې پرې راماتې شوې او پړ مخې په خپل ځاى كې پرېوته. ميرګل كاكا په بېړه له خپله ځايه راولاړ شو، د كوټې له بره كونجه يې له اېښودل شوي منګي نه په جام كې اوبه را واخيستې او د هغې پر مخ يې وروشيندلې. سوېلۍ ترور كرار كرار په خود شوه. پر خپل ځاى كېناسته په جام كې پاتې اوبه يې په سر واړولې او په غريو نيولي او ژړغوني غږ يې وويل: دا څو شپې كيږي، چې فدا جان سر په سر او هره شپه په خوب كې وينم، كله روغ رمټ زما تر څنګ ناست وي او كله بيا ټوك ټوك او په وينو ليت پيت وي...  سوېلۍ ترور غوښتل، چې نور څه هم ووايي، خو يو دم په سوچونو كې ډوبه شوه، په خوب كې د فدا هغه خبره و� �ياده شوه، چې :\"" ... خو كه ناوخته شوه هلته نږدې د خپلې خور كور ته ځم.\"" او له دې سره د سكينې د جرګې ورځې هم وريادې � �وې، چې د جبار مور ته يې ويلي وو: ګوره د جبار مورې! فدا جان نه غواړي خپله خور ستا زوى ته وركړي، نه پوهېږم ولې؟ بېګاه شپه مې بيا هم ورته ستاسي له جرګې وويل، خداى شته، چې...  - سوېلۍ خورې! فدا جان نوى ځوان دى، ټول هلكان همداسې وي، داسې خبرې پرې ښې نه لګي، ته بيا ورسره وغږېږه، ګوندې راضي شي.  - نه خورجانې! زما زوى به نوي ځوان � �وى وي، خو لنډ فكره نه دى.  - كه فدا ونه غواړي ، تاسې ...  - خداى شته، چې دا ستا ښه راشه درشه ګورم، وايم ، چې سكينه همدا نن او همدا شېبه ستا زوى ته په نكاح كړم، خو فدا جان هم خپه كولى نه شم.  - خور جانې! ته چې � �اضي يې بيا خو څه خبره نشته، ګوره زه هم ناجوړه يم، هسې نه ،چې د خپل زوى د واده ارمان ګور ته يوسم. سوېلۍ ترور، چې څه اواره شان په وجود رېږدېدله، له خپلې بسترې نه پاڅېده او د كوټې په غولي كې په قدم وهلو بوخته شوه. څو ځلې د كوټې نه تر دروازې پورې لاړه او راغله. كله، چې ستړې شوه بېرته خپلې بسترې ته راغله. له كېناستو سره سم يې خپلې سترګې په رېږدېدونكو لاسونو پټې كړې :  - ګوره فدا! داسې هوايي هوايي كېږه مه، ښه شوه، چې مور او پلار دې ستا خبره ونه منله. ګوره زما هم له سكينې سره خوښه نه وه، خو ستا له ضده مې له هغې سره واده وكړ.  - جباره! داسې رډې او د ضد خبرې مه كوه، كه د خور خاطر مې نه واى همدا شېبه به مې له كوره اېستلى واى.  سوېلۍ ترور يو سوړ اسوېلى وكېښ: - م ور جانې! دعا راته وكړه، ژاړه مه، له خيره ډېر ژر بېرته راځم، خلك وايي هلته ډېر ښه روزګار دى، كار وبار پيدا كېږ ي. سوېلۍ ترور لكه همدا اوس، چې فدا يې تر مخې ولاړ وي وويل: - په مخه دې ښه، خداى دې مل شه او له دې سره ورو ورو په ژړا سر شوه.  ميرګل كاكا، چې تر دې دمه چوپ ناست و، سوېلۍ ترور ته يې مخامخ وكتل: - ښځې فكر دې مه خرابوه، خداى مهربانه دى، خپل خوب په زړه كې بد مه ګرځوه، دعاګانې كوه.  سوېلۍ ترور په ژړا ژړا كې ورته وويل: - سړيه! خداى مه كړه پر زوى مو څه شوي نه وي.  - ولې داسې فكر كوې؟  - هغه خو ويل، چې ژر بېرته راځم او بيا خو مياشت مخكې، چې زموږ د ګاونډي زوى راغى ويل يې، چې فدا جان هم په دې تيارۍ كې و، چې كور ته راشي، نه خپله راغى او نه يې څه سوال جواب وكړ.  - نو غواړې ، چې څه وكړو؟ -  كه ستا خوښه وي، راځه سبا له خيره ښار ته دخپلې لور كره ورشو ، ګوندې كه هغو ته يې څه حال احوال معلوم وي.  - خوښه مې ده، لاړ به شو  لوړ ماسپښين دواړه، چې خولې پرې � �اماتې وې او ستړي ښكارېدل د خپلې لور د كور مخې ته ودرېدل. ميرګل كاكا ورو ورو ور وټكاوه، جبار ور پرانست: - او هو، پخير پخير، ستړي مه شئ!  - په خير اوسې زويه، خير دې په نصيب شه.  سوېلۍ ترور او ميرګل كاكا دواړه په ګډه سره ځواب وركړ او كور ته دننه شول. سكينه، چې دا شېبه له تناو څخه د كاليو په راټولولو بوخته وه، د خپل مور او پلار په ليدو ډېرې خوشاله شوه اوورته راغله: - ستړې مه شې مور جانې، ستړى مه شې پلار جانه. ښه شوه ، چې راغلئ، همدا نن سهار مې په زړه راوګرځېدئ.  سكينه خپلې مور ته ورغاړې وته او تر احوال پوښتلو وروسته، كوټې ته ننوت� �. شپه يې هم تر ناوخته پورې د يو او بل په حال احوال پوښتلو تېره كړه. سهار، چې كله ميرګل كاكا او سوېلۍ ترور له � �مانځه خلاص شول او په چاى څښلو لګيا شول، سوېلۍ ترور جبار ته مخ ورواړاوه: زويه! موږ ښار ته په دې نيت راغلو، چې يو ستاسې خبر واخلو او بل ما وې كه د فدا جان كوم حال احوال تا ته شوى وي.  جبار بې له ځنډه وويل: ترورې كه � �ښتيا ووايم دا ډېره موده وشوه، چې ماته يې هم حال نه دى معلوم او بيا خويې له مخكيني احوال نه هم دومره وخت نه تېرېږي، ته ولې ورته په سودا كې يې...؟  جبار غوښتل نور هم څه ووايي، خو سوېلۍ ترور، د ده په دې خبرو خواشينې غوندې شوه: ولې به ورته په سودا كې نه يمه، اخر هغه زما يكي يو زوى دى.  جبار خپله د چاى پياله پر دسترخوان كېښوده او په نيولې، خو سړه سينه يې وويل: ګوره ترورې ما دا خبره ځكه وكړه، چې ستا تسلي وشي، كوم ځاى كې ، چې فدا جان اوسي هغه ډېر ښكلى ځاى دى، د چا زړه نه كېږي، چې ترې راشي او بل ځوانان، چې په سفر لاړ شي بيا كله � �اځي.   نن، چې پوره څلور ورځې د هغوى له راتلو څخه تېرې شوې وې، سوېلۍ ترور تر نورو ورځو ډېره ناكراره او � �ه پوښتنو څخه ډك زړه ښكارېده. كله، چې دوى سهارنۍ تمامه كړه، ميرګل كاكا سوېلۍ ترور ته مخ ورواړاوه: ښځې خوښه دې نه ده، چې خپل كور ته لاړ شو. د مير ګل كاكا په دې خبره له مېلمنو نه د ستړي كوربه په شان، جبار وغوړېد، داسې، چې � �كه همدا شېبه له خپلو مېلمنو سره مخه ښه كوي، خپلې خواښې ته، چې ځير ځير يې هغه ته كتل مخ واړاوه، خو ژر يې سترګې ښكته واچولې او ځان يې د غالۍ د ګلانو په ليدو مشغول كړ. سوېلۍ ترور سره له دې، چې غوښتل يې د خپل خاوند خبره ومني، خو تر څه سوچ وروسته يې وويل: سړيه! ولې وارخطا يې، ځو به، زړه مې راته وايي، چې همدا نن و سبا كې به يا فدا جان راشي او يا به يې څه حال احوال وشي، كه راغى بيا به له هغه سره يو ځاى كور ته لاړ شو.  هغې له دې خبرې سره مخامخ جبار ته وكتل، له دې كتو سره په سوچونو كې لاهو شوه: ګوره ترورې ما دا خبره ځكه وكړه، چې ستا تسلي وشي. كوم ځاى كې، چې فدا اوسي، ډېر ښكلى دى، د چا زړه نه كېږي، چې ترې راشي.  سوېلۍ ترور لا هسې په سوچونو كې ډوبه وه، چې جبار، م يرګل كاكا ته مخ ورواړاوه : كاكا ترور مې رښتيا وايي، څه كوئ، چې ځئ، يو څو شپې نور هم پاتې شئ ...  جبار غوښت� �، چې نور څه هم ووايي، خو سكينې د خبرو لړۍ ترې واخيسته: دادا جانه! كه پاتې شئ موږ به ډېر خوشاله شو، خداى مه� �بانه دى، كېداى شي په نن او سبا كې مې ورور جان هم راپېښه وكړي.  ميرګل كاكا، چې پوه شو ښځه يې د تلو تابيا نه لري ، نو ويې ويل: ځه، يوه بله شپه به هم تېره كړو.  بيا يې جبار ته مخ ورواړاوه: جباره زويه! راځه، چې منډوي ته لاړ شو، زه به لږ څه سود او سودا وكړم او ته به هم خپله دكانداري.  جبار هم خپله خبره له هغه سره غوټه كړه: رښتيا دې ووې، ځه چې ځو، هسې هم په ما ناوخته شوې ده.  د نارينه وو له وتلو وروسته سوېلۍ ترور خپل شاوخوا ته وكتل او بيا يې خپلې لور ته وويل: شكر دى لورې ژوند مو له پخوا ډېر ښه شوى دى. خداى شته د دې نويو اخيستل شويو � �يانو په ليدو ډېره خوشاله شوم. ښه شو، چې جبار د خپل كور او ژوند په جوړولو پوه شو.  سكينه، د خپلې مور په دې خبرو ډېره خوښه او خوشاله شوه: شكر پر تا، پلار جان او ورور جان مې... دا ټول شيان، چې ګورې د همدې دريو هفتو په ترڅ كې اخيستل شوي، هغه ورځ....  سوېلۍ ترور د سكينې خبره په نيمه كې پرې كړه، له خپله ځايه پاڅېده او د كوټې برې څنډې ته ورغله: ښه شوه، خداى مو نور هم د شتو خاوندان كه، څومره ښايسته غالۍ مو اخيستې.  سوېلۍ ترور، چې د غالۍ يوه څنډه هاخوا دېخوا كوله او د غالۍ په كتو بوخته وه، لكه، چې څه هېره خبره يې ورياده شوې وي، سكينې ته يې وكتل: � �ورې تا څه ويل، هغه ورځ، چې څنګه؟  سكينې وويل: هو! ښه شوه، چې راياده دې كړه، هغه ورځ، چې زه له كلي راغلم جبار مې په نوو جامو كې ډېر خوښ او خوشاله وليد. ورته حېرانه شوم، ځكه هغه مې هيڅكله هم داسې خوښ او ورين تندى نه و ليدلى.  سوېلۍ ترور ته لكه، چې د سكينې دې خبرو ډېر خوند وركړى وي، ورو ورو هغې ته ور نږدې شوه او تر څنګ يې كېناستله: ښه لورې بيا؟  سكينې وويل: بيا ما ترې پوښتنه وكړه، چې ولې دومره خوشاله يې، هغه راته وويل، چې ښځې اوده بخت مې بېدار شوى.  سكينې لا خبرې كولې، چې سوېلۍ ترور پرې غږ وكړ: ښه! بيا؟  سكينې وويل: بيا ما ورته ووېل څنګه؟ هغه ځواب راكړ، چې ډېر كلونه پخوا مې پلار يو چا ته پيسې په پور وركړې وې. هغه سړى تر دا دوو ورځو مخكې را نه ورك و، هغه تېره ورځ مې وليد، ډېر غټ تجار دى، په كروړونو پيسې لري. زما په ليدو ډېر خوشاله شو.  سوېلۍ ترور بيا د سكينې د خبرو منځ ته وغورځېده: ښه لورې! ډېره خوندوره كيسه ده، نور.  سكينې تر څه سوچ وروسته وويل: او بيا جبار وويل، چې هغه سړي زما پلار ته ډېرې دعاګانې وكړې، ويل يې چې په همهغو پيسو يې يو ښه كار و بار پيل كړ او اوس دا دى تجار شوى دى.  سوېلۍ ترور بيا د سكينې خبرې پرې كړې: ښه لور جانې! بيا؟ س كينې وويل: جبار وويل تاجر هغه پيسې سره د څو څو چنده ګټې او څه مال راته راكړې.  د سكينې د خبرو په پاى كې سوېلۍ ترور ارامه شان و� �ړزېده، سوچونو په مخه كړه، د جبار د بې وزلي پلار د ژوند سختې او نادارې ورځې شپې يې وريادې شوې، چې څنګه يې په بې وزلۍ كې ژوند كاوه او يوه ټوټه ځمكه يې چې لرله، هغه يې هم په چا ګرو كړې وه... سويلۍ ترور لا هسې په سوچونو كې ډوبه وه، چې سكينې پرې ورغږ كړل: مورجانې! څه چورتونه وهې؟  سوېلۍ ترور مخامخ خپلې لور ته وكتل: هيڅ، هسې. سكينه خپ� �ې مور ته ځير شوه، د هغې په مخ يې شېبه په شېبه د رنګ او بڼې ادلون بدلون او هر دم په سوچونو كې ډوبېدل او دې وروستي لنډ ځواب څه اندېښمنه كړه. څه شېبه دا هم له ځان سره وبوگنېده او بيا يې وويل: مور جانې!  سوېلۍ ترور ور وكتل: څ ه وايې؟  سكينې وويل: زړه كې مې ګرځي، چې غواړې څه ووايې، خو...  سوېلۍ ترور بې واره د خپلې لور له خولې نه خبره واخيسته: لور جانې! فدا جان ته مې ډېر چورت خراب دى. موږ له كلي نه دلته راغلو مالې تاسې ته به يې څه حال شوى وي... او له دې خبرو سره يو ځل بيا په سوچونو كې ډوبه شوه، ښه شېبه همداسې د خپلو فكرونو په ټال كې وزنګېده او يو دم لكه، چې بيا څه هېره خبره ورياده شوې وي، سكينې ته يې وويل: ودې ويل، هغه ورځ، چې له كلي نه راغلې خپل مېړه دې خوشاله وليد؟  سكينې بې له ځنډه ځواب وركړ: هو!  د سكينې له دې هو سره سوېلۍ ترور ورو شانې ولړزېدله، اوتر اوتر يې ها خوا دېخوا وكتل او بيا د سوچونو ښاپېريو له ځان سره بوتله: ګوره مورجانې! ولې داسې كوې، ولې د خپلې لور ژوند خ� �ابوې، جبار زموږ د خېښۍ او خپلوۍ سړى نه دى. هغه خپلې ورځې په چرسو او جوارۍ تېروي... ترورې كوم خلك چې سفر ته ځې بېرته نه راګرځي... مور جانې زه راغلى يم او لكه چې فدا پخپله په خپلې مور دا غږ كوي : مور جانې زه راغلى، زه راغلى يم، خپلې خور كره راغلى يم. هه ما نه ګورې، دغه يم. سوېلۍ ترور هماغسې په سوچونو كې ډوبه د كوټې د وره خوا ته وكتل، له خپله ځايه پاڅېده، د وره په طرف لاړه او غږ يې وكړ: چېرته يې زويه، چېرته؟ ورو ورو همداسې دالان ته ووته او خپل � �اسونه يې سره ومروړل، څو شېبې په دالان كې ښكته پورته وګرځېده، بيا بېرته كوټې ته راننوته. سكينه، چې هم د مور دې حالت ته په سوچ كې تللې وه، له ځان سره يې وويل: په مور مې څه شوي؟ ولې دومره ناكراره ده؟  سوېلۍ ترور لا هم په دالان كې په قدم وهلو بوخته وه، لكه، چې په زړه كې يې څه تېر شول، ځاى په ځاى ودرېده. د سترګو په رپ كې مخامخ كوټې ته، چې په نويو اخيستل شويو شيانو ښكلې شوې وه، ورننوته. په ورننوتو سره وهمونو په سر واخيسته، څه پرې شوي وو. د زړه په غوږونو يې د يوې تتې كړيكې انګازه خپره شوه. دې كړيكې ورو ورو زور واخيست: مورې، مورجانې! زه راغلى يم. زه � �اغلى يم. دې كړيكې داسې ووېروله، چې ناڅاپه يې له خولې يوه اوچته كړيكه راووته. له كړيكې سره سكينه هېښناكه له كوټې راووته، ښكته پورته يې په دالان كې وكتل، خپله مور يې ونه ليده، يوې كوټې ته يې سر دننه كړ، هلته يې هم خپله مور ونه لېده، بلې كوټې ته، چې ورننوته هغه يې پر مځكه پرته وليده. ورنږدې شوه او په زوره زوره يې وخوځوله: مورجانې! دا نن څه در باندې شوي؟ او له ځان سره لګيا شوه: اوه خدايه! په مور مې څه شوي، پخوا خو داسې نه وه.  سكينه د خپلې مور سر له مځكې راجګ كړ او پر خپلو ځنګنو يې كېښود او بيا يې په ژړغوني اواز پر خپلې مور غږ وكړ: مورجانې! ولې ؟  سوېلۍ ترور ورو ورو خپلې سترګې پرانستې، سكينې ته يې وكتل او په ژړغونې غږ يې وويل: د فدا جان غږ مې واورېد، چې ما ځان ته بولي او وايي: زه راغلى يم، مور جانې زه راغلى يم، دغه يم.  سكينه د خپلې مور د خبرو په اورېدو بې واره په ژړا سر شوه او مور او لور ښه شېبه سره وژړل. مازيګر مهال ميرګل كاكا كور ته راغى، چې كله كوټې ته ننوت سوېلۍ ترور او سكينې ته يې پام ورواوښت، چې سرونه يې په دستمالونو تړلي او سترګې يې سرې اوښتې دي. خپلې ښځې ته ورنږدې شو او ويې پوښتل: څه خبره ده، ناجوړه خو نه يې؟  سويلۍ ترور په ناست او تت غږ ورغبرګه كړه: هسې ماسپښين سر � �اباندې وګرځېد، سكينه جانه وارخطا شوه او په ژړا ژړا يې ځان ستړى كړ.  ميرګل كاكا يوه ارامه ساه وكښله او په تندۍ له كوره ووت. څو شېبېې وروسته يې په يوه پوړۍ كې څو دانۍ د سر درد او تبې ګولۍ راوړې. ماښام شا و خوا جبار كو� �ته راغى او بې له دې، چې له ټولو سره روغبړ وكړي، پر سكينې يې غږ وكړ: سكينې! زه بېرته ځم، چې چېرته مېلمه يم. ده لا خپله خبره نه وه خلاصه كړې، چې نظر يې د خپلې ښځې او خواښې په تړلو سرونو او سرو سترګو ولګېد، په وارخطايۍ يې پوښتنه وكړه: خيريت خو به وي، ناجوړه شوي خو نه يې؟  ميرګل كاكا ورو وويل: نه څه خبره نشته، هسې مور او لور په څه سره ژړلي.  جبار يوه ارامه ساه وويسته او د ميرګل كاكا څنګ ته كېناست. څه شېبه كرار ناست و، څه سوچ و� �غى، له خپله ځايه پاڅېد او مير ګل كاكا ته يې وويل: كاكا! تا سبايي څه ويل، چې سبا خپل كور ته ځئ؟  ميرګل كاكا وويل: هو ! زويه، نيت خو مې همداسې دى.  جبار وويل: چې داسې ده، زه به ورشم او له ملګرو نه به مې رخصت واخلم، كه نه ښه مېلمستيا هم ده.  ميرګل كاكا ورته وويل: چې ښه مېلمستيا ده، خير دى ورشه، موږ...  جبار خبره ترې ونيوله: نه، نه اخري شپه مو ده، لږ غورې به سره وكړو او بيا سهار به مو د موټرو تر اډې هم ورسوم.  جبار دا خبرې په تګ تګ كې وكړې او له كوره ووت. د جبار له وتلو سره سوېلۍ ترور ميرګل كاكا ته په ډېرې عاجزۍ او بې وسه انداز كې وويل: ګوره سړيه! خير دى، دومره شپې پاتې شولو، سبا به هم پاتې شوو، بله ورځ به ځو.  ميرګل كاكا په ډېرې بې پروايۍ ورته وويل: نه، نه كېږي، سبا ته ځو له خيره.  سوېلۍ ترور بيا د زاريو لمن ونيوه: خير دى يوه بله شپه هم تېرو، ګوره خير دى، يوه ...  سوېلۍ ترور لا خپله خبره نه وه خلاصه كړې، چې ميرګل كاكا ورته وويل: ګوره ښځې، ته خو يوه بله شپه وايې، ما به لس شپې نورې هم درته نه وې، چې ځه لاړ شو، خو...  دا وارې سوېلۍ ت� �ور خبره ترې ونيوله: خو څه ؟  ميرګل كاكا په نه زړه ورته وويل: ګوره ښځې دا خبره دومره ښه هم نه ده، چې ويې كړم، خو مجبور يم، چې رڼه او صفا يې درته ووايم. سوېلۍ ترور په ډېر تعجب وپوښتل: كومه خبره، څنګه خبره؟  مي� �ګل كاكا وويل: ګوره له كومې ورځې، چې راغلي يو هره ورځ جبار راته په لاره كې د كلي د تګ خبره كوي او ته هم ګورې له هغې ورځې، چې راغلي يو، جبار ډېر كم په كور وي. هسې نه، چې په موږ په تنګ شوى وي.  د ميرګل كاكا په دې خبرې سره، سوېلۍ ترور د يوې لنډې شېبې لپاره له ځان سره څه فكر وكړ او بيا يې وويل: رښتيا وايې ماته هم همداسې ښكاري، خو ګوره خير دى يوه بله شپه هم.  ميرګل كاكا بې واره ترې وپوښتله: ولې يوه بله شپه؟ -  زړه مې راته وايي، چې سبا ته به مې د زوى جان څه پته وشي. خداى مهربانه دى، كه سبا ته تر غرمې هم راغى بيا نه پاتې كېږو، ځو به.  - ګوره، دا ښه خبره نه ده، ما جبارته ويلي، چې سبا ته ځو، كه پاتې شوو، هغه به څه وايي.  سكينه، چې تر دې دمه غ� �ې ناسته وه، په تت غږ يې وويل: پلارجانه، هغه به څه وايي او بيا خو تاسې په زور له كوره نه شړي.  ميرګل كاكا ورته موسكى شو: هو لورې! رښتيا وايې، هيڅوك هم څوك په زور له خپله كوره نه شړي، خو ښه خبره نه ده، چې پاتې شوو.  د ميرګل كاكا د خبرو له ختميدو سره جبار كوټې ته راننوت او سكينې ته يې وويل: د ډوډۍ تر تياريدو پورې د كاكا دوى كالي اوخپلې جامې غوټه كړه، سبا ته هم كلي ته ورسره ولاړه شه. د جبار په دې خبرو ميرګل كاكا سويلۍ ترور ته وكتل، خو څه يې ونه ويل، ښه شيبه چوپتيا خوره شوه، داسې چوپتيا، چې ته به وايې له سره څوك دلته نشته. په همدې چوپتياوو كې جبار سكينې ته وكتل او پوهه يې كړه، چې پاڅيږي او لاس په كار شي. سكينه له ځايه پاڅيده او په داسې حال كې، چې ژبه يې نښته ويې ويل: جامې به غوټه كړم، خو...  جبار په تريو انداز ورته وكتل: خو څه!  تر څو، چې سكينې خوله خبرې ته جوړوله، سويلۍ ترور مخامخ جبار ته وكتل او په معصومانه اندازيې وويل: زوى جانه! كالي به سبا ته له خيره په ارامه غوټه كړي.  - ولې يې، همدا اوس نه كوي، چې سبا ته.  - موږ غواړو، چې سبا ته هم دلته پاتې شو.  جبار لږ شيبه څه سوچ وكړ او بيا يې وويل: ترورې دا موخپل كور دى، چې څومره پاتې كيږئ پاتې شئ، خو....  لكه چې سويلۍ ترور د جبار د دې خبرې په مانا پوهېدلې وي، ويې ويل: زوى جانه، سبا ته ځكه مالې پاتې به شو كه ت� �ديري فدا جان راپيښه وكړي.  جبار مخامخ ورته وكتل: څنګه داسې فكركوې؟ ما خو درته مخكې ورځو كې هم وويل، چې...  سويلۍ ترور بيا خبره ترې واخيستله: نه زوى جانه، زما فدا جان هسې نه دى، هغه حتما او خامخا راځي.  سوي� �ۍ ترور دا خبره وكړه او بيا په سوچونو كې ډوبه شوه: مورجانې! كه ناوخته شوه دخپلې خور كره ځم... مورجانې زه راغلى يم... ته ما نه ګورې... ته مانه وينې... زه راغلى يم... زه راغلى يم. سويلۍ ترور، چې لا هماغسې سوچونو كې ډوبه وه، يو ځلې له خپله ځايه وښورېده او بې واره يې له خولې ووتل: راغلى دى، همدلته راغلى.  جبار بې واره شان پوښتنه وكړه: څ وك راغلى، چيرته راغلى؟  سويلۍ ترور وويل: فداجان زوى مې.  جبار بيا وپوښتله: چا وويل، چې راغلى؟  سويلۍ ترور ووېل: هغه په خپله ووې، چې دلته راغلى؟ هو، هغه پخپله ووې.  جبار ورو ورو خپلې خواښې ته نژدې شو: څه وخت يې ووې، كله يې ووې؟  سويلۍ ترور هماغسې سوچونو كې ډوبه ځواب وركړ: خوب كې يې راته ووې.  جبار، چې تر دې دمه حيران حيران خپلې خواښې ته كتل، يو دم كټ كټ په خندا شو، تر ډېرې شيپې پورې يې همداسې په كټ كټ خندل، كله يې، چې خندا غلې شوه، ويې ويل: سكينې ډوډۍ تياره كړه، چې شپه تېريږي، د ترور حال هم ښه نه دى، پريده، چې لږ خوب وكوي. ډوډۍ تياره شوه، د دسترخوان په سر هم جبار له ځان سره خندل او ويل يې: رښتيا وايي، چې د اولاد غم سړى لېونى كوي. له دې سره يې بيا سوېلۍ ترور ته وكتل او په كټ كټ يې وخندل.  سويلۍ ترور ټوله شپه په ويښه او د جبار د كټ كټ خنداګانو په څپو كې تيره كړه. عجيبه حالت يې درلود، هېڅ ارام نه ورته، څو څو ځلې له خپلې بسترې راجګه شوه، غوښتل يې انګړ ته ووځې، خو د وتو توان يې په ځان كې نه ليده، له ځايه به راجګه شوه او بېرته به څملاسته. سهار مهال � �ه خپلې بسترې راجګه شوه، انګړته ووته او بېرته كوټې ته راغله. څه شيبه د كوټې د وره ترڅنګ ودرېدله او بيا ووته. هېڅ په ځان نه پوهېده، په وتو كې يې قدمونه يو په بل پسې ګړندي كېدل. د سترګو په رپ كې يې ټول انګړ ګزوپل كړ. د انګړ په يوه ګوټ كې ودرېده، پښې يې سستې شوې، څه شيبه هلته ځاى په ځاى كېناسته، يودم راپاڅېده، غوښتل يې ، چې د انګړ بل ګوټ ته ورشي، له پاڅيدو سره سم يې زړه بې واره ولړزيده، پښو يې لا سستې وكړه، بېرته كېناسته، سريې وګرځېد، خپل � �اسونه يې غوږونو ته كړل. تر پښو لاندې ځمكې ته يې نظروكړ، بيا يې ټول انګړ ته وكتل، دغه ځاى ورته يو څه نرم او خاورين ښكاره شو. وريږديده، سړې خولې پرې راماتې شوې، لكه، چې څه اواز يې ترغوږو شوى وي. ځيره شوه، ټول بدن يې ميږي ميږي شو، په خپلو بې سيكه ګوتو ورو ورو د هغه ځا ى په كيندلو بوخته شوه، چې څومره يې هغه ځاى كينده خاوره به يې لا نرميده. چورتي غوندې شوه، يوه شيبه يې له كېندنې لاس واخيست، په ويرجنو سترګو يې كيندل شوي ځاى ته وكتل، وېرې په سرواخيسته، سترګې يې سپينې واوښتې، غوږونو يې بونګهارى وكړ: مورجانې زه راغلى يم، دغه يم مورجانې دغه يم، ما ته وګوره، دغه يم. اخ مورجانې، اخ مورجانې. له دې تتې كړېكې سره يې ساه وسوزېده، په سلګو شوه، وهمونو په سر واخيسته. سر يې دروند شو او يوه اوچته او هيبتناكه چيغه يې له خولې راووته. د هغې له چيغې سره ميرګل كاكا، جبار او سكينه درې واړه په وارخطايۍ له خوبه راپاڅيدل او انګړ ته يې راودانګل. سويلۍ ترور پركېندل شوي ځاى پرته وه او ورو ورو يې سلګۍ وهلې. ميرګل كاكا او سكينه هغې ته ورنژدې شول. سكينې خپله مور له خاورو راپورته كړه: مورجانې ولې؟ ولې مو� �جانې ولې؟  ميرګل كاكا يو ځل خپلې ښځې او بيا كيندل شوي ځاى ته وكتل، بې واره يې پرسويلۍ ترور ورژغ كړل: ښځې و� �ې؟ دلته دې څه كول؟ دلته دې څه شي لټول؟  سويلۍ ترور په بنده بنده ژبه وويل: سړ- ي – يه- دا – دا ځاى- و- وكي- يي - نه.  ميرګل كاكا وويل: ولې يې وكينم، دلته څه شى دي، څه دې ليدلې؟  سويلۍ ترور، چې خپلې شونډې يې په غاښونوچيچلې او خپله سينه يې په خپلو لاسونو كلكه نېولې وه ، په ژړا ژړا يې وويل: ومې وې، چې دا ځاى وكېنه، هله ژر� �ه، هله، هله . هله ژرشه ګوره مه!  سويلۍ ترور داسې ايسيده لكه خوب، چې ويني او په ځان نه پوهيږي. ميرګل كاكا په منډه د انګړ له بر ګوټ نه بېل راواخيست او د هغه ځاى په كېندلو بوخت شو، يو بېل خاوره يې لا له هغه ځايه نه وه � �اجګه كړې، چې جبار په بيړه ورنژدې شو او بيل يې ورنه راكلك كړ: څه كوې، څه كوې؟ دلته څه شى ګورئ، څه كوئ؟  جبار، چې څومره كوښښ وكړ، ميرګل كاكا كيندنې ته پرېنږدې، وسه يې ونه رسېد. ميرګل كاكا هغه ته بد بد وكتل، يوه زوروره ديكه يې وركړه او بيا په كيندنه بوخت شو. د نيم قد قدر ځاى خاوره يې، چې راجګه كړه، سترګې يې پر يوې زړې او په وينو لړلې بوجۍ ولګېدې. بېل يې په ډېرې وارخطايۍ يوې خواته ګوزار كړ او بوجۍ يې له ژورې نه راوايستله، ژرژر يې د بوجۍ سر ورپرانست او يو ټوك ټوك او په چړو غوڅ غوڅ بدن يې ترې راوويست د فدا د ټوك ټوك شوي بدن په ليدو سويلۍ ترور او سكينه دواړه په چيغو شوې او د خپلو ګرېوانونو او وېښتانو په شوكولو يې پيل وكړ. په چيغو چيغو يې سره وژړل: فداجانه! وه زما نيمه خوا او ځوانيمرګه زويه، وه خدايه ولې، ولې؟  سكينه خپلې مورته ورتر غاړې وته او په ژړا ژړا يې ووېل: اخ زما وروركه، خور درنه لوګى شه، دا چا، چا په دې حال كړى يې، واى چا چا په دې حال... مور درنه لوګى � �ه اخ خدايه اخ خدايه!  ميرګل كاكا، چې تر دې دمه غلى غلى له ځان سره ژړېده او د فدا ټوك ټوك بدن ته يې كتل، يو دم او په ډېره غوسه له خپله ځايه راولاړ شو، بيل يې راوخيست، خو، چې شاته يې وكتل، جبارهلته نه و.   ", تته كړيكه 4550,"� �دوسي سلیمانخېل"," له شیطان سره مرکه (ګوره ونه وایې چاته)   نا آرامه ټوله شپه وم .........................................................................له شیطان سره  جرګه وم سهار پورته شواذان ........................................................................... له مسجد ځخه اعلان زه له ځایه خو ځېد� �م........................................................................ خو شیطان نه پرېښودلم ماویل ځم وخت د لمانځه ده...................................................... ده ویل مه ځه شپه اوږده ده ما ویل لمونځ شو رانه تېر ................................................................ وېل ځان مه ځوروه ډېر دوه � �کعته به بیاوکړې ............................................................... په دې نیمه شپه به څه کړې خلګ ټول کوې خوبونه................................................................. ته د لمونځ وهې سوچونه په وسواس یې آسوده کړم ........................................................په خواږه خوب یې وېده کړم فرض لمونځ شو رانه پاته ګوره و نه وایې چاته زه راوېښ شوم لمرختلی ................................................................ شیطان ناست ډډه وهلی ما وېل کور درب کړه وران ..............................................................وېل یو ته یې مسلمان ؟ د وسواس په نرم ځوږ کي .............................................................. را ته وې ویل په غوږ کي ته لافکر د لمانځه کړې ...........................................................  په دې نن ورځ کي به څه کړې چي ما پیل کړل اذکار....................................................................... وسواس بیا کړمه بېګا� � لاس مي پورته کړل دعا ته ..............................................................  ویل پرې یې ږده بېګا ته ما ویل زه به توبه وکړم  ..........................................................  خو په دې سوچ یې دوکه کړم توبه مه باسه وختي ده .................................................................   څومره ښکلی د ځواني ده ما توبه هم کړله شاته ګوره ونه وایې چاته م اویل زړه کي زهیرېږم  ............................................................................. له الله ځخه وېرېږم اوس که هرڅومره هوسایم ................................................................. خومرګي ته وارخطا یم په دې کار به الله  ښاد کړم  ................................................................  سورتونه به څو یاد کړم وېل منه ځما خبري .................................................................................... غږوه خوږې سندري ستا له چا ځخه پروا ده ........................................................................ موسېقي د روح غذا ده ما وېل ماته د شه زامه .......................................................................... موسېقي خو ده حرامه وېل جواز یې ښه انصاف دی ........................................................ په حرمت کې اختلاف دی په هم دغه ځای یې هېر شوم ....................................................... په یو ښکلي نجلۍ تېر شوم وېل  بې شرمه د که سترګي ................................................................ مارا بندي کړلي غبرګي  ماوېل دې کي خو خطره ده .....................................................................وېل د تا لا څه اسره ده دا خوحسن دی جمال دی ..........................................................................  تفکر پکي حلال دی بیا ور ومي کتل خواته ګوره ونه وایې چاته ماوېل ځمه او س کعبې ته ....................................................................... هم به ورشم مدینې ته په توبه به ځان صفا کړم ..................................................................... هم راضي به پاک الله کړم هم به وکړمه نفلونه ....................................................................................... د اصحابو زیارتونه وېل په نیت به اجر مومې .......................................................................... ته د څه لپاره درومې ته یې نه وینې جګړې دي .................................................................. هم په لارو کي خطرې دي د ثواب کارونه ډېر دي ......................................................................  دوی له تا نه ولي هېر دي عمره مه کړ ځما وروره .................................................................................  بل د خیر لاره ګوره ما وېل لاړ به شم تبلیغ ته  ........................................................................  وېل ته ګوره نابالغ ته دا کوم کار ده چي یې ته کړې ........................................................ دا کوچنی اولاد به څه کړې ملا د ټینګه ګړه خرچو ته .........................................................................  خواري وکاږه بچوته تبلیغ پرېږده و ملا ته ګوره و نه وایې چاته و یوه کارته غلیمه  ..................................................................................  ته ما نه پرېږدې ظالمه زه به نه ښورم له ځایه  ........................................................................... نور څه وکړم راته وایه ؟ وېل منه ځما خبري  ...................................................................................... له عالمه ګرځه لېری له ملا نه کوه کرکه  ..................................................................................  د تبلیغ اسره یې مه که جنت ځای د مسلمان ده  ..........................................................................  په همدې د تا ایمان ده په ځواني کي د هر څه که ........................................................................ چي بوډا شې توبه وکه چي د ولېدله ګټه ..........................................................................................  ته ور و ګرځوې څټه که حلال دی که حرام دی  .........................................................................  خو د تا ورته ناکام دی مه ډارېږه له پېغوره  .................................................................................. د نفاق جامه کی ښوره مسلمان سره اخته که ...........................................................................  ته یې کور کي تماشه که نور د غوږ ونیسه ماته ګوره ونه وایې چاته لږ  په ژبه کی هوښیار شه ........................................................................  مخامخ د هرچا یارشه پسي شا کړه غیبتونه ..........................................................................................لوټوه یې عزتونه مسلمان سره په جنګ که  ........................................................... له هغه و� �وسته ترې څنګ که کله غله ته کله مل ته   .......................................................................................   د یوه خبري بل ته  د نفاق چي ته عنوان شې ...............................................................  په همدې شکل به خان شې ټکوه په کي ډبري  ...................................................................................  له اصلاح نه ګرزه لېري کله دلته کله هلته ........................................................................................  شیطانت کوه یو بل ته په دې کار کي دي خوندونه  ..................................................................  لذت واخله له ژوندونه نور خبر به  په ډېر څه شې ............................................................................. چي ځما په مشوره شې پام د کړه ځما سلا ته ګوره و نه وایې چا ته ما وېل ته خو � �ېر هوښیار یې.............................................................. حقېقت کي ځما یار یې سر د نه پېچم له رایه ...................................................................................دښمنا ن د را ته ښایه   وېل ماجت کي چي کسان دي ..................................................... هغوی ټول ځما دښمنان دي که عالم ده که ولي دی  ....................................................................  که دېن دوسته تبلیغي دی چي ددې دین خدمتګار دی ............................................................  دښمنې یې ځما کار دی تل له دوی سره په جنګ یم  ..............................................................  له خبرو یې ډېر تنګ یم د جنت په لالچو کي  ................................................................  راته ناست وي په م ورچو کي چي ددوی د ذکر شور شي  ......................................................  ځما په تن باندي بل اور شي د قرآن پاک آیتونه ..............................................................................  ځما په زړه کوي فایرونه بخاري ده که مسلم دی  .....................................................................  راټول کړی یې ګلیم دی بې ټاټوبي شومه پاته ګوره ونه وایې چاته ماوېل تېزه د چاړه که .......................................................................  خو دا یوراز د ښکاره که سرد نه پېچم له رایه  ........................................................................ خپل دوستان د راته ښایه وېل ځما دوستان هغه دي  ..................................................................  چي له دینه بیګانه دي چي وهي د بل حقونه  .................................................................................  اخلي بډي رشوتونه زه یم دوست د خېټه ورو ..................................................................  چي دین پلوري په ډالرو  که ډاکو ده که رهزن دی ...........................................................  چي هر ځای کي درواغزن دی چي فساد یې وی خپل کړی .........................................................  وی یې خپل ځان شرمولی چي بېدینه دوکه باز وي  ........................................................  چي لګیا په سروذ او ساز وي چي یې شا وي و قرآن ته  .................................................................  مورچه نیسي مسلمان ته اغزي اچوي په لار کي ....................................................................  وهي لاس د هرچا کار کي دوی په خټه مسلمان دي  ..................................................................   له ازله مي دوستان دي دوی چوپړ وهي تل ماته ګوره ونه وایې چاته ماوېل ګرانه عقلمنه  ..............................................................................  درنه کړم یوه پوښتنه که مي دا سوال ځواب کړې  ............................................................. دښمنان به ټول کباب کړې د تا کوم شیان ډېر خوښېږي ..............................................................  چي دښمن د پرې ځورېږي وېل سندري او فلمونه  ............................................................................     هم د میني ناولونه اتڼونه او ډانسونه  .............................................................................  ګډ جوړ شوي کنسرتونه هم بېدینه قلمونه  ............................................................................................  دشرابو محفلونه دا ځما د روح غذا ده  ................................................................................   ځما ملګرو ته رواده انټرنټ ځما اډه ده  ...............................................................................  اوس ځما زړ ګی ډاډه ده ( قدوسي) ګیله له تا کړم ..................................................................... که د خلګوته  رسواکړم خبر مه وړه بېنوا ته ګوره ونه وایې چاته   ",له شیطان سره مرکه (ګوره ونه وایې چاته) 4551,قدوسي سلېمانخېل," غصه يا غضب او يا کاوړ هغه يوه فطري خاصه ده چي انسان كله  دمتوقع خلاف يو عمل وويني او يا د مزاج مخالفه خبره واوري له هغه سره چي فورا كوم رد فعل او يا عكس العمل پېښ شي هغه ته غصه او يا غضب وائي دا په هر انسان كي موجود وي خو په چاكي زياته او په چا كي كمه وي ، څوك ئي ژر ښكاره كوي او څوك ئي پټـه ساتي او زغمي یي ديوچا غصه ژر ختمېږي او له چا سره ترډيره وخته پاته وي دا فطري غبرګون د منشا مطابق كه یې عامل قوي وي نو کاوړ هم زیات وي او كه عامل یي  ناڅه وي نو غضب هم كم وي , د هر چا غصه يو له بل ځخه تو پير لري خو په عمومي شكل په شرعي لحاظ دغصې اظهار او دهغې  په کار اچول يو غير مرغوب عمل دي او اسلام دا عمل په هیڅ شکل ښه نه ګڼـي صرف په هغه وخت كي ستائيلي كارګڼل كېږي چي كله د اسلامي شعائرو او اخ� �اقي معيارونو بي احترامي  , توهين او سپكه كېږي او يا تر پښو لاندي كېږي په هغه وخت كي په فوري شكل كه له يو م سلمان ځخه دديني غيرت په بنياد يو قوي غبرګون ښكاره شي نو هغه ته په هغه غصه اجر او ثواب ْوركيږي او دا غبرګون او كاوړ د مسلمان د ايمان د قوت نښه ده او په هغه باندي لازم هم دي چي كله داسي منكر ْوويني چي هلته د الله تعالى د حكم توهين او ددېني شعایرو پایمالي کېږي مخنيوی يې وکړي ، كه هغه مسلمان حليم او سرد مزاج  هم وي خو سكوت كول ْورته حرام دی او په هره ممكنه وسيله چي وي د الله تعالى له حدودو ځخه دفاع ْورباندي فرض دي .او نور په هرحالت كي غصه كول او غضب ښکاره كول دكامل مسلمان صفت نه دي اوالله تعالى دا خوي د شيطان لمسْوونه بللي ده  فرمائي :إنَّ الَّذِينَ اتَّقَوْا إذا مَسَّهُمْ طَائِفٌ مِنَ الشَّيْطَانِ تَذَكَّرُوا ف� �ذا هُمْ مُبْصِرُونَ*  (تفسير) په ريښتيا سره هغه كسان چي هغوي د تقوى خاوندان دي كله چي له هغوي ځخه د � �يطان د لمسوني په سبب كومه ګـناه ْوشي او ياغضب ورشي فورا دالله تعالى عذاب او ثواب ورپه يادشي او بصيرت ورته پيدا  شي.او خپله غصه تحمل كړي .عن ابي سعيد الخدري قال خطبنا رسول الله صلى الله عليه وسلم ف� �ال : ألا إن الغضب جمرة توقد في جوف ابن آدم ألم تروا إلى حمرة عينيه وانتفاخ أوداجه فإذا وجد أحدكم من ذلك شيئا فليلزق بالأرض. (مسند أبي يعلي)له ابي سعيد الخدري رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی فرمائي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم مونږ ته خطبه راكړه او په خطبه كي ئي ْو فرمايل چي غصه د اوريوه سكروټه ده چي د انسان په دننه كي بليږي آيا تاسي نه ګورۍ چي كله يوچا ته غضب ْورشي سترګي ئي سرې شي او سترږلي ئي ْوپړسېږي ؟ نو كله چي له تاسو ځخه يوچا ته دا كيفيت پيښ شي نو په زمكه پوري د ْونښلي يعني هغه د كيني او له ځايه د نه ښوري .عن الأحنف بن قيس، عن عم له يقال له جارية بن قدامة السعدي، أنه سأل رسول الله صلى الله عليه وسلم، ف� �ال: يارسول الله، قل لي قولاً ينفعني وأقلل عليّ لعلي أعيه، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: لا تغضب فأعاد عليه حتى أعاد عليه مراراً كل ذلك يقول لا تغضب. (الحاكم و البيهقي)له احنف بن قيس (رض) ځخه روايت دي  چي دهغه تره جاريه بن قدامه السعدي (رض) له رسول الله صلى الله عليه وسلم ځخه پوښتنه ْوكړه چي يارسول الله يوه داسي  خبره راته ْوكړه چي هم ماته ګټـه ورسوي او هم مي ياد شي رسول الله صلى الله عليه وسلم په جواب كي ورته ويل چي"" غصه او كاوړ مه كوه"" هغه بيا بيا دا پـوښتنه تكرارا كوله او رسول الله صلى الله عليه وسلم په جواب كي په مكرر شكل صرف همدا ورته ْوئيل چي : غصه مه كوه.   مونږ بايد په هروخت كي د خپلي غصې مخنيوی ْوكړو په ع� �بي ژبه كي يوضرب المثل دي وايئ : ( من أطاع غضـبه أضاع أدبه) (الأمثال و الحكم) چاچي د خپلي غصي ْومنل خپل ادب ئي له لاسه وركړ . كله چي انسان ته غصه ْورشي  په هغه وخت كي د هغه د سكوت كولو كو� �ش كوي او كه نور هم غضب غالب شي  كه ولاړ وي هغه دكيني ، او كه ناست وي ډډه د ْولګوي  عن أبي ذرقال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم اذا غضب أحدكم وهو قائم فليجلس فان ذهب عنه الغضب والا فليضطجع. (ابن  حبان)له ابوذر رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمائيل: كه � �ه تاسو ځخه  يو چا ته غصه ْورشي او ولاړ وي نو هغه د كيني كه ئي غصه  ختمه نشوه نو ډډه د ْولګوي .او کاوړ داور يوه لمبه ده لكه چي مخكي په حديث كي ذكر شو او د اور علاج اوبه دي بناء كه ضرورت شي نو په ځان  د اوبه توئي كړي او ياد اودس ْوكړي  همدا ئي هغه علاج دي چي په سنت نبوي كي ذكر شوی دی . او كه ستا بل مسلمان ورو� �ته غصه ْورشي نو ته تحمل او  درګذ ركوه د حلم او بردباري او درګذرپه هکله هم ډير څه راغلي دي خو خلاصه ئي داده چي حلم  او بردباري او عفو او درګذر د انبياْوو او صلحاْوو او پوهانو خلګو خوي دي  او چي كله ستاغصه ناك ورور نارمل حالت ته راْوګرزي  ستا له ْوئيلو بغير به په خپله غصه نادم او پښيمانه وي  او ستا سو په م ينځ كي به هم کومه شخړه نه وي جوړه شوي . عن ابي هريرة رضي الله تعالى عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم قال موسى بن عمران عليه السلام يارب من أعز عبادك عندك ؟ قال من اذا قدرغفر. (البيهقي) له ابوهريره رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: موسى عليه السلام  له الله تعالى ځخه پوښتنه ْوكړه چي اې پروردګاره ستا په بندګانو كي ستا په نزد څوك ډير عزت من دي ؟  الله تعالى ْورته ْوفرمايل هغه څوك چي د انتقام قدرت  ْولري او عفو او بښنه ْوكړي .عن سهل بن معاذ عن أبيه أن رسول الله  صلى الله عليه وسلم  قال من كظم غيظا وهو قادر على أن ينفذه دعاه الله على رؤس الخلائق يوم القيامة فيخيره في أي الحور شاء. (الترمذي)سهل بن معاذ رضي الله تعالى عنه روايت كوي وائي چي رسول ال� �ه  صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: چاچي خپله غصه ْوزغمله په داسي حال كي چي هغه د خپلي غصې د نافذولو توان در� �ود الله تعالى به  ئي د قيامت په ورځ د ټـولو خلګو په مخ كي را ْوغواړي او اختيار به ْوركړي چي كومه حوره ئي خوښه وي هغه د په نكاح كړي. يو شاعر خپلي ميرمني ته وائي  چي ځما د کاوړ په وخت سکوت کوه او څه مه وایه .خذي العفو مني تستديمي مودتي............................................................ ولا تـنطقي في سوأتي حين � �غضب    زماسينه ده پراخه ګلې كله به خپه نشي ..............................................چي ماته  غصه راغله بيا د زور خبري مكوهيوبل شاعر  د کاوړ تاوانو ښیې اووائي چي د ملګري خاطر ساته او چي کاوړ ورته درشي نو زغمه یې داسي نه چي د کاوړ د په کار اچولو په نتیجه کي ستاسي ملګرتیا په دښمني واوړي :دار الصديق إذا استشاط تغضّباً......................................فالغيظ يخرج كامن الأحقاد  ولربَّما كان التغضّبُ باحثاً ...................................................... لِمَثَالبِ الآباءِ وال� �جدادِ   چي كله هم ستا ملګري ستا غصه را وپاروي نو خاطریي ساته او مراعات ئي كوه ځكه چي غصه دزړه پټ رنځـونه را ْوباسي او زړې او پخوانۍ دښمنېوي راسربېره کوي غالباً كاوړ ددې باعث كېږي چي دپلرونو او نيكه ګانو عيبونه را لوڅ كړي  .    بل شاعربیا وائي چي که مقابل لوری ناپوه انسان وي او تاته غصه درشي نود خپل عزت د ساتلو په خاطر خامخا تحمل کوه  :لا تُرجِعَنَّ إلى السّفيهِ خطابَهُ ......................................................... إلا جوّابَ تحيّةٍ حيّاكهافمتى تحرّكُهُ تحرّكُ جيفةً ........................................................ تزدادُ نــتْناً ما أرَدْتَ حِرَاكَها    ناپوه كس ته د سلام له جواب ځخه پرته د بلي خبري جواب مه ْورګرزوه ځكه چي هغه لكه مړزګه داسي ده چي څومره ئي په يو او بل مخ اړوې بدبوئي ئي زياتېږي . بل شاعر بيا وایې چي کله ځما ملګری په ما تېری وکړي نو زه برداشت کوم ځکه چي ځما حوصله به بالآخره هغه خپلي ناپوهي ته متوجه کړي او په هغه څه چي کوي پښېمانه به شي .وأحْلُمُ عنْ خِلّي وأعْلَمُ أنّني ----------------------       متى أجْزِهِ حِلْماً عن الجَهْل يَنْدَمِزه ددوست په مقابل كي تحمل كوم او په دې پوهيږم چي زما تحمل هغه په خپل جهالت  پښيمانه كوي .آیا ستا کاوړ(غضب) ستایلی دی او که غیندلی ؟هیڅوک به په مونږ کي داسي نه وي چي کاوړ نه ورځي او یا یوه داسي شېبه نه ورباندي راځي چي کاوړ هغه بېواکه نکړي خو پوښتنه داده چي مونږ څه چلند ورسره کوو آیا هغه په مونږ واکمني کوي او که مونږ د هغه واکمنان یو ؟ کاوړ د مفعول اواغېزې په اساس په دوو ډولونو وېشو :لومړی ستایلی کاوړ :ستایلی کاوړ هغه دی چی د اخلاقي معیارونو د توهین ، او د حق د تر پښو لاندي کیدلو په اساس یوه مسلمان ته ورشي دا ډول کاوړ د ایمان د قوت او د حق پرستي د نصرت نښه ده او دا ډول کاوړ او عکس العمل ددې نبوي حدیث په اساس له مسلمان ځخه مطلوب دی کوم چي صحیح مسلم را نقل کړی دی : عن أبي سعيدرضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ""مَن رأى منكم منكرًا فليغيره بيده، فإن لم يستطع فبلسانه، فإن لم يستطع فبقلبه، وذلك أضعف الإيمان .له أبي سعید رضي الله تعالی عنه ځخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : په تاسو کي که یوچا یو بد کار ولید نو په لاس د یې مخنیوی کوي ، که یې د لاس وس نه وو په ژبه د دهغه کار مخنیوی کوي ، که یې په ژبه هم د مخنیوي توان نه وو نو په زړه کي د هغه کار بد ایسوي او د زړه بد ایسول د ایمان دزیاتي کمزورتیا حالت دی .عن عائشة رضي الله عنها � �نها قالت ما خير رسول الله  صلى الله عليه وسلم  بين أمرين قط إلا أخذ أيسرهما ما لم يكن إثما فان كان � �ثما كان أبعد الناس منه وما انتقم رسول الله  صلى الله عليه وسلم  لنفسه في شيء قط إلا أن تنتهك حرمة ال� �ه فينتقم بها لله (بخاري و مسلم)له  عائشه صديقه رضي الله تعالى عنها ځخه روايت دي فرمائي چي رسول ال� �ه صلى الله عليه وسلم چي كله هم په دْوو كارونو كي خوښ رضاشوی دی اّسانه كار ئي خوښ كړی دی خو تر هغه وخته چي هغه كاربه ګـناه  نه ْوو او كه به هغه كار ګـناه ْوو بياتر  هرچا ليري ځيني ګرزيدلو او كله هم رسول الله صلى الله عليه وسلم دځان لپاره انتقام نه دي اخيستي مګر كه به د الله تعالى دحكم توهين كيدلوبيا ئي د الله تعالى لپاره انتقام اخيستلو.دا ډول کاوړ هغه وخت خپل خاوند د منکر کار د مخنیوي  لپاره را پاروي چي کله یو داسي عمل وویني چي هغه د الله تعالی حکم پایمال کوي او دا ډول کاوړ ستایلي څه چي په مسلمان باندي لازمي دی .دوهم ډول غیندلی کاوړ دی او دا دوه ډوله دی  :طبیعي : اودا هغه ډول کاوړ دی چي ژر انسان ته ورشي او ژر له مینځه لاړشي او ددې ډول کاوړ اسباب هغه خبري او کړه وړه دي کوم چي په ورځني ژوند کي د انسان له مزاجه سره ټکر خوري او په یوه ورځ کي په لس هاوو ځله راځي او ځي او بېرته را غبرګېږي .غير طبيعي : او غیر طبیعي هغه ډول کاوړ دی چي زیات وخت په بر کي نیسي او و� �اني پېښوي او ډېر تاوانونه ځیني رسېږي او اسلام له دې دواړو ډولونو ځخه مسلمان منع کړی دی او چاچي دا ډول کاوړونه پرېښودل د هغوی لپاره یې د ستر اجر او ثواب ژمني کړي دي ځکه چي دواړه ډول کاوړونه مسلمان ته تاوانونه � �سوي او مسلمانان کمزوري کوي او د هغوی هغه قوت له مېنځه وړي کوم چي اسلام یې ورځخه غواړي . او دا ډول کاوړ هغه شرعاً نامطلوب کیفیت دی په انسان کي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه کس ته هغه وخت  درې ځلي په ټینګار سره وویل ( لاتغضب) (( غصه مه کوه ))  کله چي هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم ځخه وغوښتل چي ماته وصیت وکړه. هغه څه چي کاوړ راپاروي : کله چي یوه خبره د یوه انسان د� �خصي رایې سرچپه وشي او یا په بل عبارت دده د رایې مخالفت وشي ده ته کاوړ ورځي او ددې عامل له وړوکتوبه  د بل چا د رایې په نه احترام عادت کېدل وي یعني هغه څوک چي له ماشومتوبه د بل د رایې په عدم احترام عادت شوی وي او د وا� �دینو په مرکزي تسلط د هغه غلطه روزنه شوي وي هغه کس چي کله هم د متقابل لوري مخالفه رایه واوري فوراً کاوړ ورځي .بل هغه چاته زیات کاوړ ورځي چي د مسئولیتونو فشار ور باندي زیات وي لکه دکورنۍ ،د زامنو او دښځي مصارف او نفقې ، او یا د وظیفې د زیاتو کارونو تراکم او د وظیفې دزیاتو مسئولیتونو په وجه په  تېره بیا کله چي د یو متسلط او سخت د مراقبت څښتن مدیر تر څارني لاندي کار کوي . کله بیا د کاوړ عامل بېوسي او ناتواني وي په تېره بیا کله چي په یوه انسان ظلم کېږي او د ظلم له شړلو ځخه عاجز وي او د ظالم په وړاندي بېوسه وي  هغه ته په نه څه او هرځای زیاته غصه ورځي .د ابتلا په وخت کي کله چي انسان له دې ځخه غافل شي چي آزموینه هر انسان ته رسېږي او که څوک و� �باندي صبر وکړي د الله تعالی په نزد یې ستر اجر او ثواب دی او بل دا چي آزموینه انسان ته یوه خبرداري وي او یا د هغه د ګناهونو کفاره ګرځي او یا د نورو سترو مصیبتونو ځخه هغه راګرځوي او یا دا چي یواځي دی نه دی چي په دې آزم ویني اخته شوی دی بلکه نور انسانان له ده ځخه زیات په شدیدو آزموینو اخته شوي دي  ، ددې غفلت په نتېجه کي هغه ته د آزمویني له رسېدلو سره سم کاوړ ورځي .هغه ته ځکه کاوړ ورځي چي د ابتلا او آزمېیښت له هغه اجر او ثواب ځخه غافل شي چي په هرآزمېیښت کي د انسان درجې  ورباندي پورته کېږي او ګناهونه یې پرې  تویېږي  لکه په دې حدیث � �ریف کي چي راغلي دي :عن أبي هريرة رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم-: ما يصيب المسلم من نصب ولا وصب ولا هم ولا حزن ولا أذى ولا غم حتى الشوكة يُشاكها إلا كفر الله بها من خطاياه .له أبوهریره رضی الله تعالی عنه ځخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :  هرمسلمان ته چي کومه ستوماني ، پرېشاني  ، دوک ، غم ، نقصان او تاوان  ، اندېښنه حتی چي یو آغزی هغه ته  ور جګ شي الله تعالی یې په هغه ګناهونه تویوي  .انسان ته هغه وخت کاوړ ورځي چي کله له دې ځخه غافل شي چي کوم تکلیف هغه ته متوجه دی دا دالله تعالی پرېکړه ده او دالله فیصلې ته به انسان حتماً د تسلیم کیدلو سر ټېټوي او په قضا او قدر د هغه ایمان دی که دا عقېده د یوه مسلمان پخه او راسخه وي بیا به د هر مصېبت په وخت کي د هغه عقلي توازن برقرار وي او کله به هم پرې� �انه یا په غصه نه شي  دا ځکه دکامل مسلمان هر وخت الله تعالی په یاد وي اود آزمېیښت په وخت کي د الله پرېکړي ته غاړه ږدي  او له ( انالله وانا الیه راجعون )  ځخه علاوه نور څه یې له خولې ځخه نه راوځي او په دې کلماتو د هغه زړه ته سکون او ډاډ رسېږي او له کنترول ځخه نه وځي .  د کاوړ تاوانونه :د کاوړ روغتیایې ضررونه :د کاوړ زیات روغتیایې نقصانونه او ضررونه دي چي غصه ناک انسان پرې اخته کېږي روغتیایې نقصانونه یې دي لکه د ویني د فشار لوړېدل ، د معدې دپرهارپیدا کېدل ، دزړه په نا� �وغېیو ، د پوستکي په ناروغېیو او نورو عصبي  او دماغي تکلیفونو اخته کېدل  .د کاوړ م عنوي تاوانونه : کوم معنوي تاوانونه چي غصه ناک انسان ته د کاوړ په نتېجه کي رسېږي په مثبت او ګټور شکل له ژوندانه سره په چلند قدرت له لاسه بایلي له نورو سره یې او یا یې له خپل ځان سره په ټکرونو کي اچوي خپل قیمتي وخت  یې بې ګټي له لاسه وځي او له وخت ځخه په واقعي شکل استفاده نشي کولای .کاوړ د انسان سترګي د م ثبتو کارونو له میني ځخه ړندوي ځکه چي هغه هرڅه د نفساني خواهشاتو په هېنداره کي ویني  او یا د خپلي غصې او تعصب په سترګو هرڅه ته ګوري .کاوړ د انسان زیات فرصتونه او چانسونه  له لاسه بیایې . کاوړجن انسان دځان او نورو په هکله روغ قضاوت نشي کولای .کاوړ د انسان ټولي کارنامې او پرمختګونه له مېنځه وړي کله چي خلګ هغه د غصې په حالت کي وویني چي په خوله څه ورځي هغه وایې او چي څه یې زړه وي هغه کوي د هغه کارنامې هېروي  او یواځي دده کاوړجنه څېره په یادساتي .کاوړ انسان په زیاتو ستونځو کي اچوي .کاوړ  د کاوړجن انسان سیالانو او دښمنانو ته ددې فرصت ورکوي چي په هغه برلاسي شي کاوړ د زیاتو ستونځو او اجتماعي جرمونو سبب ګرځي لکه د ښځو وهل د زامنو ټکول او طلاق اچول او داسي نور .نتېجه ګېري :ددې څېړني په نتېجه کي مونږ په دې توانېدلای شو چي د کاوړ څرنګه مخه ونیسو کله چي دیوه تکلیف ، ابتلا او آزمېیښت  په نتېجه کي تاسو ته کاوړ راشي باید څه وکړۍ ؟۱ ـ سمدلاسه (ولاحول ولاقوة الا بالله  ـ انا لله وانا الیه راجعون ) ووایه په دې  ستاسو د کاوړ لمبه ښکته کېږي او زړونه مو ډاډمن کېږي .۲ ـ  ځان ته په دې ډاډېینه ورکړه چي یواځي ته نه یې چي له دې ستونځي سره مخامخ یې بلکه نور خلګ له تا ځخه  په زیاتو ستونځو اخته دي .۳ ـ دا عقیده ټینګه وساته چي له کومو ستونځو سره چي ته لاس او ګرېوان یې دا د الله تعالی مقدر دی او الله تعالی چي څه تاته لیکلي وي په هغه باید خوښ و اوسې او ته په هیڅ شکل دالله تعالی فیصله نشې په شا ګرزولای .۴ ـ  په کوم مصیبت چي ته اخته یې تر دې ست� �ي آزمویني شته د الله تعالی د شکر مقام دی چي تر دې په غټ مصیبت اخته نه یې او الله تعالی په هر څه قادر دی .۵ ـ که کوم مشکل چي ته ورسره مخامخ یې هغه د یو بل مسلمان له خوا درته متوجه وي او هغه ستا غصه راپارولي وي نو د هغه مسلمان ورور لپاره د عذر تلاش کوه او هغه په دې کار کي معذور ګڼه روایت دی چي ( التمس لأخیک سبعین عذرا) د خپل مسلمان ورور لپاره اویا عذرونه لټوه  که نور هیڅ عذر په سترګو درنشي او هغه دا مشکل � �صداَ درته ایجاد کړی وي نو هغه ناپوه او جاهل وګڼه او تر جهالت او ناپوهي لوی عذر نشته چي ته ځان ته قناعت پرې ورکړې او خپل کاوړ پرې سوړ کړې او د نافذولو مخه یې ونیسې  .۶ ـ  له هرتکلیف ځخه وروسته راحت اوله هري تیارې وروسته رڼا وي ، کېدای شي الله تعالی له دې آزمېیښت ځخه وروسته ښې شېبې ستا په قسمت کړي وي صبر  وکړه د صبر مېوه خوږه وي .په اخېر کي الله تعالی ته لاس په دعا یو چي هغه زمونږ د قهر او غصې لمبې په خپل رحمت سره سړې کړي یواځي هغه دزړونو واکمن او په هرڅه قادر او ددعا قبلوونکی دی . ",کاوړ یاغضب اسباب او درملنه یې 4552,," د پاكستان حكومت وايي د نواب اكبر بګټي مړى ترسختو امنيتي تدابيرو لاندي په ډيره بګټي كي د هغه په پلرنۍ هديره كي خاورو ته وسپارل سو.د بګټي وارثانو چي د نوموړي زوى طلال بګټي هم پكښې دى، له پاكستاني حكومت څخه د هغه د مړي د ورسپارلو غوښتنه كړې وه، دوى ويل د بګټي مړى دي په كويټه كي دوى ته وسپارل سي چيري چي يې د كورنۍ ټول غړي حاضر دي. خو حكومت بېله دې چي د هغوى غوښتنه په پام كي ونيسي د بګټي د ښخولو پرېكړه يې وكړه.د بلوچستان حكومت له كويټي څخه د نواب اكبر بګټي د مړيني په وروستيو مراسمو كي دګډون لپاره اعلان وكړ او له كويټي څخه د حكومتي چارواكو يو هيئت ډيره بګټي ته تللى دى.د نواب بګټي زوى طلال بګټي په حكومتي چورلكو كي هغه ځاى ته له تګ څخه انكار وكړ، ده وويل دى په هغو چورلكو كي نه ځي له كومو څخه چي يې پر پلار بمبارۍ وسوې او له امله يې هغه ژوند له لاسه وركړ .د اكبر بګټي زوم سناتور شاهد بګټي وايي تر هغه چي حكومت د نوموړي مړى دوى ته نه وي سپارلى دوى باور نه كوي چي حكومت دي هغه خاورو ته سپارلى وي.ده وويل د مذهبي، اخلاقي او بشري قوانينو له مخي د بګټي د وارثانو په توګه دوى دا حق لري چي مړى يې ورته وسپارل سي، او بيا يې د ښخولو په اړه خپله پرېكړه وكړي. د پنجشنبې په ماښام د پاكستاني پوځ وياند جنرال شوكت سلطان وويل، اكبر خان بګټي د هغه جرګې د فيصلې پر بنسټ په ډېره بګټي كي خاورو ته سپارل كېږي چي نواب اكبر خان بګټي يې پخوا مشري كوله.د نواب اكبر خان بګټي مړى د پنجشنبې په ورځ په كوهلو كي � �ه يوه غار څخه را و ايستل سو، نوموړى تېره شنبه د پاكستاني پوځ په عملياتو كي وژل سوى وو.د پاكستاني پوځ وياند جنرال شوكت سلطان د بي بي سي راډيو له اردو څانګي سره په يوه مركه كي وويل د نواب بګټي مړى تر يوي غټي ډبري لاندي وو، ده وويل د هغه جسد خراب سوى دى. هغه وويل له ياد سوي غار څخه د نورو كسانو د مړو د را ايستلو كار اوس هم روان دى. ",پاكستان: د نواب اكبر بګټي مړى خاور و ته وسپارل سو 4553,ډاکټر عيسی ستانکزی," ډاکټر عيسی ستانکزی  - ايران د اېډز � �پاړسمه نړيواله غونډه د۱۳۸۵ زمري له ٢٢ تر ٢٧ نټې پورې د  کاناډا په تورنتو کې تر سره شوه . له ايډز سره له � �٥ کلنې نړيوالې مبارزې وروسته دغه غونډه په دې زمينه کې تر ټولو مهمه غونډه اوپيښه ګڼل کيږي چې څه دپاسه ٢٠  زره پوهانو سياستوالانو  ټولنيزو فعالانو خبريالانو او هغوکسانو چې له ايچ آي وي سره ژوند کوي برخه درلوده په دغې غونډه کې څه د باسه ٤٠٠ علمي ناستې او اتيا روزنيز  ورکشاپونه جوړ شوي وو او په هغو کې د ايډز ناروغۍ  بيلابيل اړخونه او د هغه د مخنيوي پرلارو او چارو بحث وشو .     ايډز د بدن د دفاعي سيستم د عدم کفايې په معنی دی کله چې د بدن دفاعي سيسټم زيانمن شي وګړی نه يوازې د ويروس په وړاندې مقاومت نه شي کولاي بلکه  له بدنه بهر وي� �وسونه هم چې کله بدن ته داخله شي هغه هم لوي تاوان پيښوي او بدن ورسره مقابله نه شي کولاي ځکه  دوخت په تيريدا سره په ايچ اي وي ککړ کس په راز راوز ناروغيو اخته کيږي  دلته ده چې نارغي  تشخيص کيږي   او يا کله چې د بدن دد فاعي سيستم پاتې حجرې له معين حده کمې وي   دغه کس په ايډز اخته ناروغ بلل کيږي  دايچ اي وي له ککړتياوروسته اې� �ز يوه جدي مرحله ده چې  بدن د بېلابېلو مکروبونو په وړاندې ډيره لږه دفاع کولای شي  په حقيقت کې په ايچ آی وي  هر اخته کس په اېډز اخته نه وي خو په دغې موده کې نور کسان اخته کولای شي  يعنې علايم نه لري  خو فعاله ناقل وي . هغه کس چې په ايچ آی وي  ککړ وي له معالجې پرته يې په متوسطه توګه د ايچ ای وي ويروس  په ١٠ کلونو کې د ايډز په لور ځي البته دغه لس کاله د هغه کس لپاره وي چې منا سبه تغذيه ولري خو هغه کسان چې بيوزله وي او شه  تغذيه  ونه لري ممکنه ده ډير ژر د ايډيز ولوري ته لاړ او با لاخره مړه شي . هغه نوي درمل چې د اېډز د معالجې لپاره ب� �ابر شوي دي په  ايچ آی وي اخته کس ته د اوږده ژوند امکان برابروي ـ خو دغه درمل ډير ګران دي او په بيوزلو هيوادونو کې ناروغان  هغه نه شي رانيولای ځکه خو په دغو هيوادونو کې اېډز ناروغي پراخه ده  او له همدې امله دټولنې محرومه پرګنه ددغې ناروغۍ  اصلي قربانيان دي.ترسره شوې څېړنې ددې ښودنه کوي چې ښځې ، همجنسبازان  ، ن� �ه  ايي کسان او بنديان ددغې ناروغۍ اصلي قربانيان دي  . د ترسره شويو څېړنو پر اساس او  له اېډز سره د مبارزې د ادارې د شميرنو له مخې د ٢٠٠٥ ميلادي کال تر پايه پوري په درستې نړ ۍ کې اته ديرش ميليونه او شپږلکه کسان په ايچ آی وي  ويروس ککړ دي  دا په دې معني ده چې د نړۍ د نفوس په پرتله  د دغه ويروس پراختيا له ٢٠٠١ کال  راهيسي ثابته پاتې ده . که څه هم بايد هير نه کړو چې د نړ ۍ د نفوس پراختيا په دغه ويروس د ککړو کسانو د شمير دزاتيدا سبب شوی دی . که څه هم کار پيژاند باوري دي چې په ايچ آی وي د کړتيا اندازه ثابته پاتې ده خو په تيرکال کې  څلور ميليونه او يولک کسان په دغه ويروس اخته شوي دي چې  د افرېقا په شمول د دريمې نړۍ په  هيوادونه  کې يې شمير تر ټو� �و زيات  دی نو ځکه بايد له دغې ناروغۍ سره مبارزه سخته شي  له دې پرته  به د هغوی  اقتصادی وده د ايډز له امله  ګډوډه شي او حتی د هغوی ټولنيز ثبات هم له ستونزو سره مخامخيداي شی   ديونسيف   د اېډز  په وړاندې له ماشومانو د ملاتړ مرکز  په۲۰۰۶کال ګې په   خپل رپور کې  وايي چې له ۱۵ کلنو تر ۲۴ کلنو پورې ځوانان تر بل هر عمره زيات په ايډز اخته کيدای شي  همدا اوس د همدغه عمر ۱۰ ميليونه کسان په  ائچ آي وي ککړ دي چې دغه ککړتيا اوس په ناروغۍ بدله شوي ده او يا هم په پټه د هغوي په بدن کې دغه ناروغي موجوده وي  د تورنتو په غونډه کې    دلويانو او ځلم کيانو په برخه کې د ايډز د مخنيوي د پرګرام  اجرايی مشر ريک اولسون وويل :حاضر دمه  نيمايي/ هغه کسان چې په ايچ ای وي ککړ شوي دي  ځوانان او ځلمکيان دي نو که وکړاي شو په سمې روزنې سره د ايډز د پراختيا يا په ايچ  اي وي د ککړتيا  مخه ونيسو  نو په ايډز د اخته کسانو مخه به مو تر ډيره حده نيولې وي .څېړنې ددې ښودنه کوي چې  ددريمې  نړۍ د بيوزلۍ او د ايډز د پراختيا  تر منځ تړاو موجود وي څرنګه چې شميرنې ښيي ۹۵ فيصده  ناروغان په دغو هيوادونو کې ژوند کوي  چي زياتره د مخنيونې امکانات يا دمعاجې لپاره درمل نه لري  دا خو لا پريږده چې ډير پکې له شرمه دغه ناروغي پټوي  او يا ډير حکو متونه  نه غواړ ي خپلې اصلی شميرنې اعلان کړی .  د افريقا او اسيا په شمول د نړۍ په ځينو برخو کې په اېډز  اخته ډيرې ناروغانې هغه    ښځې  دي  چې له خپلو ميړونو يې دغه ويروس اخيستی وي په زړه پورې خبره دا ده چې په هند او ځينو نورو هيوادونو کې اېډز  د مير منو  لپاره د شرم يو تور داغ حسابيږي   او هغوی حتي د اېډز له امله  له کوره هم ايستل کيږي په داسی حال کې چې څېړنې ددې ښودنه کوي چې پر اېډز دد غو ښځو د اخته کيدا اصلي علت د هغوی ميړونه دي  د نړۍ په ډيرو برخو کې د ښځو نا پوهي  پر اېډز د هغوی د اخته  کيدا اصلي علت  بلل شوی دی  ځکه نو باید  تر هر څه وړاندې  د ښځو په تيره بيا  د نجونو پوهه او خبرتيا ډيره اړينه ده تر څو د راتلونکی نسل د پالونکی او روزونکې  په توګه خپلو ماشومانو ته ددغې ناروغۍ منتقلونکي نه وي د برمختيايي هيوادونو د نفوس ډيره برخه ځوانان دي  او  له ايډز سره د مبارزې د ادارو او موسسو اصلي هدف په ځوانانو کې ددغې ناروغۍ  له پراختيا م خنيوی دی  نو ځکه بايد دغې پرګنې ته له ايډز څخه د مخنيوی لارې چارې و ښودل شي  . په حقيقت کې سمه روزنه او پوهه د ځوان نسل د سلامتيا  په لور د حرکت او بدلانه سرچينه ده د عمومي پوهې په زياتيدا سره دد غې ناروغۍ جرړې وچيدای شی.  په دې هيله چې یوه ورځ بشر ددغې وژونکۍ ناروغۍ به ختمولو کې بریالی شي  ! د � �وغتيا په اړه نور په زړه پوري معلومات د ( روغتيا ) نوي پرليکه شوي ويبپاڼي څخه لوستلائ شی . ",اېډز د اوسنۍ نړۍ کړونکې ناروغي 4554,," عبدالله پتمن/كابل د پاكستان د حكومت مخالفو ګوندونو په دغه هيواد كي د مظاهرو غږ كړى دى. مظاهرې په بلوچستان ايالت کي د نواب اکبر خان بگټي د وژني، په همدغه ايالت کي د روانو پوځي عملياتو او د دغه هيواد د ساينس پوه ډاکټر عبدالقدير د نيولو پر ضد ترسره کيږي.بل پلو حکومت د اکبر بوگټي مړى نن په ډيره بوگټي کي په داسي حال كي خاورو ته سپارلى دى، چي د جنازې پر مهال يې له كورنۍ ځني هيڅوك هم حاضر نه ول، پوځي چارواکو د اکبر خان بگټي مړى پرون له هغه سمڅي څخه � �اوويست په کوم کي چي نوموړي تېره شنبه د پوځي عملياتو په ترڅ کي وژل شوى وو. د پوځ د وياند جنرال شوکت سلطان په وينا د هغه مړى تر يوې ستري ډبري لاندي وو، چي له امله يې جسدته ډېر زيان رسېدلى دى. نوموړي زياته کړه چي له سمڅي څخه د مړو ايستل دوام لري. هېره دي نه وي چي د اکبر بگټي کورنۍ له حکومت څخه د هغه د ورسپارلو غوښتنه كړې وه. خو حکومت د دوى غوښتني رد کړې او د اکبر بګټي مړى يې د ده په پلارنۍ هديره کي خاورو ته وسپارى. د بګټي مړى په يوه تابوت كي راوړل شو او بېله دې چي څوك يې وګوري قبر ته يې كښته كړ، د پاكستان د حكومت يو چارواكي عبدالصمد لاسي وويل د مړي ښكاره كولو ته اړتيا ځكه نشته چي امام پېژندلى دى، په دې جنازه كي چي شاوخوا شل تنه حاضر وه د مولوي محمد ملوك له خوا مړي ته لمونځ وركړل شو. نوموړى د خپل ورور احمدنواز بګټي  او زوى يې سليم بګټي ترڅنګ خاورو ته وسپارل شو. ",مخالفو گوندونو په ټول پاكستان کي د مظاهرو غږ كړى 4555,," ", 4556,,"  د اېران د مشهد ولايت په هوايي ډګر كي يوې مسافر وړونكې الوتكي د كښېناستو پر وخت اور اخيستئ دى. د اېران د ټلويزوني شبكي د خبر له مخي په الوتكه كي له ناستو ۱۴۷ تنو څخه ۲۸ تنو خپل ژوند له لاسه وركړى دى، خو د الوتكي كاركوونكي ټول ژوندي راوتلي دي.پېښه د اېران پر وخت غرمه پر پاو كم دوې بجې رامنځته سوه، الوتكي هغه وخت اور واخيست چي د يوه اړخ څرخ يا پكه يې ودرېده، توازن يې له لاسه وركړ او له لاري څخه تر اوښتو وروسته له يوه روان پلكان سره وجنګېده او اور يې واخيست.دا د روسيې جوړ ۱۵۹ توپولوف ډوله الوتكه ده چي د اېران په ايرتور هوايي شركت پوري يې اړه درلوده او له بندر عباس څخه يې مشهد ښار ته الوتنه كړې وه.دا په تېرو پنځو كالو كي څلورمه روسۍ الوتكه ده چي د اېران په هوايي كرښو كي رالوېږي. ",په اېران كي د يوې الوتكي د سقوط له امله ۲۸ تنه مړه سول 4557,امان الله نصرت,"   د یار کوڅه کی رقیبان راته گواښونه کوی توری په � �اس بیا غمازان راته گواښونه کوی   زما د یار د مخ رڼا یی په زړه او ربل کړی ځکه نن ستوری د اسمان راته گواښونه کوی   ما ویل د گل پر پستو شونډ و به می شونډی ږد مه د زمانی سپیره خزان � �اته گواسونه کوی   له ما نه غواړی په سرووینو گټل شوی جانان د خوږی مینی د ښمنا ن راته گواښونه کوی   گناه می داده چی ښکلا د خپل وطن می ستایم د تو رتمو نو خاوندان راته گواښونه کوی   قلم می اخلی رانه ژبه په چاړو غوڅوی وایی چی چوپ شه غداران راته گواښونه کوی   زه خو بچی د خپل وطن یم خپل وطن می خوښ دی په کوم یو جرم سره لیوان راته گواښونه کوی   د رژوند په لارویی زما د ښکیل دا مونه ایښی دارما نونو قاتلان راته گواښونه کوی   ما می غزل سره لوظونه د حجاب کړی دی د نقد مور چل نه طالبان راته گواښونه کوی   سپین سپين به وایمه سپین زړه لرمه سپین می خوښ دی خیر که د تو رو شپو دیوان راته گواښونه کوی   نصرته سربه غلیمانو لره ښکته نه کړم که د مرگونو قصابان راته گواښونه کوی  ", گواښونه 4558,مطیع الله تبسم," ما يو سپيڅلي شان خطا كړي ده ښكليه مينه مي په تا كړي ده دلته د اوښكو قدر نشته خلكه  دلته ظلمونوانتها كړي ده   ځان راته دي جهان نه ښه ښكا� �يژي چي ښكلي يار راته دعا كړي ده د اداګانو يي لوګي لوګي شم چي ښكلي يار راته دعا كړي ده نن عجيبه شان ته مستي رادرومي يوه مسكا راته اشنا كړي ده نن په سينه كي مي زړګي نه ګورم  لكه چي بل ځاي ته يي هوا كړي ده دويم منصور رانه جوړ شوي ربه ټولي دنيا مي تماشا كړي ده م ونږه د ميني رياضت كړي دي دي مي امام ما اقتدا كړي ده د تبسم په باب به وايي خلكه چي پي شعرونو څه بلا كړي ده   ",ما يو سپيڅلي شان خطا كړي ده 4559," ام ين الله عادل"," توت دې ولې نه راوړل؟ هر چېرته به، چې لاړ، ورته ويل به يې ي� �ه بابا يا كاكا ته مشريې دا كار ستاله سويې اوچت دى، ده هم له هېڅ كار څخه مخ نه اړولو خو، چې ورته پيداشوى وا� �. ډېر به وګرځيده. لنډ اولرې ځايونه به يې ټول ترپښوكړل، خو د خفګان او پريشانۍ له درانه پېټي پرته به يې نور هېڅ نه شو راوړلى. د نورو خلكو كه د ستړيا او ستومانۍ په بدل كې څه روپګۍ په لاس ورتلې، خو دده به يوازې د پريشانۍ پنډه ښه په تول تللې وه، چې زياته به نه وه كمه خوبه بېخي نه وه، دلته د كور او بچيانو سوي حالت به يې د پرېشانۍ لږ نوره مالګه ورسمه كړه. وبه ګرځيده كار به يې و موند، خو چاكار ځكه نه وركاوه، چې نوموړى به لږ مشر او كمزو� �ى تر سترګو ورغى، ورته ويل كيدل به، چې نه كاكا ته سپېنږيرى يې! دا كار سخت دى او نه پر تا څه امر كولاى شو! ځه تاته د خداى ښه كار در پيداكړي! خداى مهربانه او روزۍ يې ډېرې دي! ده به ويل زه كه سپېنږيرى يم كار مې ځوان دى، تج� �به يې ډېره ده، ښه تكړه يم. يوه ورځ په چورت كې ورولوېده، چې يره زه به ريښتيا ډېر سپينږيرى او كمزورى وم او دكار كولو توان به نه لرم، راځه لږ بنجاره سودا به له دوكانو څخه اخلم، پركليو به يې ګرځوم، مشريم، ښځې به ډېر ستر نه راڅخه كوي، ګوندې وي، چې سواد مې وشي او يو څه راته جوړشي، په قرضه پيدا كولو پسې ډېر وګرځيد، آخير يې د � �سو شپو په مخه ديوه واړه پنډكي پيسې پيدا او سودايې پرې وكړه، كلي په كلي، كوڅه په كوڅه او كور په كور به ګ� �ځيده،(هلئ سودا ده، سودا) تش به نجونې او ماشومان به پرې راټول شول! ماماڅه شى دې راوړي؟ ماماڅه شى د راوړي ؟ دايې هم تر غوږ شول، چې ماما توت راوړي؟  ماما به يوه ديواله ته ډډه ولګوله، پنډه به يې خوره كړه دچا د پوښتنې په ځواب كې به يې، چې د كوم څيز ارزښت او قېمت ووايه، خامخا به ورته ويل كېدل: ( وى ماماتا خو بېخې قيامت جوړكړى ) . د ده د خوښۍ شېبه به هغه وه،چې كوم هلك يا جينۍ به ورته وويل: پلارجانه دغه (( لښتۍ، ګوتې، بنګړي ... يا دغه شي راكړه، چې هلته يې ګوري او اخلى يې، بابا به نو ورته وويل: (ها واخله، چې خراب يې نه كړې او لږ سپوره ډوډۍ هم در سره راوړه، چې دا معده مې داسې سولېږي. په غه بل كلى كې د ده د چيغې سره سم، چې (( سوداده سودا)) يوه در وازه نيم كښه شوه، يوې لږ غوند ته مشرې ښځې ورته وويل: (سړى توت راوړي). په زړه كې يې افسوس وكړ، چې كاشكې توت يې � �اوړي واى اوس به يې خرڅ كړي واى توت لكه، چې ښه پلورل كېږي،لكه چې بل چايې هم پوښتنه وكړه! يو څو روپۍ يې نورې هم قرض كړې او يوه مركبه ( خره ) يې باركړه او په كليو سم شو، (( توت دي توت )) كلي په كلي و گرځېده، خو له نورو، چې ناهيلى شو سيخ همغه كلي او بيا همغه كور ته ورغى د روازه يې ټك ټك كړه، چې راشئ توتوته . سړى را ووت ماماڅه وايې؟ _ دادي توت مې راوړي كنه  _ ولې موږ خونه دې غوښتي _ دلته يوه ښځه وه كنه، ښځه، چې راپيداشوه ويل يې : مامكه تاته خو مو انتظارنه شو كولاى، توت موله بازاره په خپله راوړول. ",توت دې ولې نه راوړل؟ 4560, امين الله عادل,"  كندو او ژورو د طبيعت په نړيواله م حكمه كې دخپلو غوښتنو اوږده پرپړه وړاندې كړه، چې موږ د غرونو او ژيو سره مساويانه حقوق غواړو د پيدايښت نه تر دې دمه زموږ ټول حقوق تلف شوي، ژيو، غونډيو او په ځانګړي ډول ټولو غرونو زموږ په حقوقو خېټه اچولې ده، نور موږ زغم او حوصله نه لرو، ياخپل حقوق غواړو او يا هم له ژوند او پدې نړۍ كې له خپل شتون څخه تېر يو چې غرونو ته پته و� �ي او زموږ ارزښت ور معلوم شي.  محكمې نن ورځ د همدغې قضيې د څېړنې لپاره ځاڼړې كړې وه او د نړيوالو گواهانو پر وړاندې يې د دغه دعوې څېړنه پيل كړه، په پيل كې د قاضي لخوا پر مسله رڼا واچول شوه او بيا د د ژورو او كندو استازيو ته د خبرو امر وركړل شو د ژورو استازى، چې غوصه او افسوس يې په تندي كې له ورايه ښكارېده، وويل: ""م وږ د ددغه وجود د غړي په توگه نور د غرونو او غونډيو څخه خپل مسلم حق غواړو، له پيله تردې دمه مو ډېرې ستونزې او نادودۍ ګاللې، نور يې زغم نه لرو، موږ هم بايد د ځمكې له مخ سره يو برابر شو اوبايد له ژيو او غرونو سره مساويانه حقوق ولرو، غرونه بايد لوړ نه وي، موږ له بېخي زياتو كړاوونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان يو، د بېلګې په توګه: اوبه چې ددنيا يو لوى نعمت دى، خو زموږ ډېرې كندې او ژورې يې بېخې د لمر له نور څخه محرومې كړې دي، تل اوبه په كې ډنډې ولاړې وي، كوم ژوى او حيوان چې مړ شي زموږ لمنو ته راوړل كېږي، چې همدلته بوين او خسا كېږي، غل غدوى په موږ كې پټېږي، اول پر موږ باندې سيورې راځي، كله چې باران شي ظالم او سر زوري سيلابونه زموږ ټوله هستي او نېستي په مخه كوي.... د ښكلي شمال او د نسيم له مينه ناكو وږمو څخه خو تل محرومه يو....""دېته ورته يې ډېرې نورې گيلې هم مطرح كړې. د محكمې قاضي په ځواب كې زياته كړه،"" هر شى ځان ځان ته جوړښت لري په تاسو كې هم ډېر داسې شيان شته، چې تاسې يې لرى خو نور يې نه لري، تاسو ته د مينې، مهربانۍ او صله رحمۍ برخه دركړل شوې، همدا ده چې د وجود ټول ساكښان تاسې ته پناه دروړي،  په تاسوكې د يخو اوبو ښكلې چينې بهېږي، چې ددې په بركت ستاسې لمنې په ښكلو ونو، بوټو او شنو گياوو رڼينه او په ښكلو نباتاتو سمسورې دي، لدې سره سره ستاسې غېږې ته د دنيا ښكلي ژوي، مرغان او ټول ساكښان د اوبو او خوراك لپاره درځي، ستاسې په وينا چې زموږ په ډېرو ژورو او كندو كې اوبه ډنډې وي، خو هلته په اوبو كې څومره ډېر ساكښان ژوند كوي،خوند خو هلته وي، چېرې چې ژوند وي، ددې ترڅڼ په اوبو كې څومره لعل، مرجان او قېمتي اثار پ� �اته دي، هغه ستاسې دي، په دښتو كې خو وچ بوټي او غرونو كې خو تش سپېره كمرونه او تيږې دي، نو آيا تاسې هغه غواړئ؟! د محكمې قاضي زياته كړه، غرونه چې لوړ دي تېږو او ښو يې تنه غټه كړېده، اوبل د ځمكې د ثبات او ټيڼښت دنده پر غاړه لري، كه دغه دنده تاسې پرغاړه اخېستى شئ، نو را مخې ته شئ. د هغه ځايه لوى غره د غاړې تازه كولو او ښه په زوره ټوخېدو نه وروسته وګړبېده: ""زه چې گيله نه كوم، ژورې خوركۍ ته خو پټه خوله كښېنه!"". ۲۰۰۵\۱۱\۱� �  ",د طبيعت په محكمه كې د كندو او ژورو شكايت ليك 4561,امين الله عادل,"   پر لېوه چې نوره و ټڼېده نو خپل ځڼل ته يې مخه كړه او غار په غار و گرځېد، د ځڼلي ټولنې ټولو ژويو، ساكښو، افرادو او آن خزندوو ته يې اعلان وكړ، چې سبا د لمر خت سر سم د ټولې ځڼلى ټولنې استازى د ځڼل په بره چينه كې يوې ورځنۍ غونډې ته حاضرېږي، چې زموږ پر ملرو، د ځڼلى ټولنې په غړو، بوده گانو، ژويو او ټولو ساكښانو د ظلم، تيرى او د ژويو د حقوقو څخه د سر غړونې مخه ونيسي. د لمر خت سره سم د غونډې ځاي ته د زمرى په گډون ډېر لويان را ټول شول، ځينې په غونډه كې ور گډ او ځېنو نورو يې د ځان د امنيت په خاطر له لرې نه په تماشه او سيل وو، د غونډې مشرانو مېلمنو او نورو ځاضرينو ته ښه � �اغلاست وويل شول د غونډې كوربه لېوه پاڅېده، مننه يې وكړه ، د غونډې اجنډا يې بيان كړه، ويې ويل، چې د غونډې موخه په ژوو او ځڼلى ټولنې ته د منسوبو حيواناتو د حقوقو ساتل او د هغوي امنيت خوندى كول دى،  زياته يې كړه: په � �ڼو سترگو ورته گورو، چې زموږ پر ملرو ظلم كېږي، هغوى ډارول كېږي، هغوى ذبح او حلالول كېږي، د سترگو ليدلى حال درته وايم، چې ځڼل ته د نېږدې كلى د رمې تر څنګ تېرېدم، لويه رمه وه، معصومې مېږې، نازولى گډان او پسونه او پاكې پاكې وزې پكې وې، په ډېر ښكلى او باسليقه ډول په ورشو كې څرودلې، ډېر په زړه پورې منظر يې درلود، پدې صورت كې يو ناڅ اپه په ډېره بې رحمۍ سره ډزونه وشول، يو تندر جوړ شو، درز او دروز شو، تا به ويل، چې اسمان غوټ را پرېووت، دا ښكلې رمه لور پر لور پر منډو شوه، ډېرې معصومې مېږې او وزې له كمرونو څخه را ولوېدې، د ډېرو مېږو پښې ماتې شوې، هغه چې و� �وېدې او لاندې شوې د هغوي خو بېخي حساب نه كېده. دا ظالم او بې رحمه شپون وو، چې د ټوپك ډزې يې وكړې او دا معصوم ه رمه يې و ترهوله، اخر تاسې وواياست، چې دا ولې، دا زموږ وروڼه او خويندې (مېږې او گډان) انسانانو ته څومره گټه � �سوى، هغوي ته وړۍ وركوى، شيدې وركوى، بلكې ټول ژوند يې ور سم كړى خو دوى يې بيا ذبح كوي، او وژني يې او داسې په بې رحمانه ډول يې هېروي لكه ما چې پدغو گنهـارو سترګو وليدل، چې بې رحمه شپانه څه پرې وكړل! نور لېوه له ډېره غمه د خبرو كولو توان له لاسه وركړ بيا د غونډې مشر مېلمه زمرى ستېج ته وغوښتل شو، چې خپله له تجربې او پوهې ډكه وينا واوروي، هغه د سياسي راز ساتنې په خاطر د خپلې غاړې له درد نه شكايت وكړ، چې ډېرې خبرې نه شم كولى خو د لېوه نظر د تاييد وړ دى او موږ ځڼلي ټولنه بايد د داسې چلندونو په وړاندې بې تفاوته پاتې نه شو، د ژويو حقوق بايد تر پښو لاندې نه شي هېچا ته بايد د تېري او ظلم اجازه ورنه كړو، بيا يې په لوړ غږ سره وويل، چې ايا ټول پدې موافق ياست؟ ټولو حاضرينو په نارو او د مخې ښۍ پښې په پورته كولو سره خپله موافقه وښوده، گيدړې هم د زمري په اجازه حاضرينو ته په سلامي شوه او د چرګانو له سخت حالت نه يې سر وټكاوه، چې په تڼو كوټنيو كې د اسارت شپې تې� �وي. پيشو هم څه ويل غوښتل خو د غونډې د وخت كموالي ياري ورسره و نكړه  په پاى كې داسې پرېكړه ليك چمتو شو:  • ټوله ځڼلى ټولنه په يو غږ سره د ژويو د حقوقو څخه سرغړونه په كلكه غندي. • سرغړوونكى او ويره اچوونكى بايد محاكمه شى. • ټول هغو وسايل، چې ويره اچوى او تباهى منځ ته راوړى بايد له منځه لاړ شى او نور يې د جوړېدو اجازه نشته. • نور بايد هېڅ ژوي و نه ترهول شى، نه وتړل شى او نه هم په كوټنيو يا بندو ځايونو كې زندانى كړي شى، مېږه چې د ځنګلى ټولنې يو مظلوم قشر دي په خپله خوښه هر چېرې او پرته له شپانه څخه څړځايونو ته ت� �اي شى. پرېكړه ليك چمتو او د زمرى له خوا د ښۍ پښې په بټه گوته مهر او ټولو خواوو ته صادر شو. ۲۰۰۵\۱۱ ۱۰ ",د لېوه په غوښتنه د ځڼلى ټولنې گډ پرېكړه ليك 4562,قاضي محمدحسن حقيار," ددين داحکامو زده کړه په هر مسلمان نارينه وي او که ښځينه يو شان فرض ده . الله جل جلاله دواړه ډلې مکلفې کړې دي چې ددين هغه ضروري احکام چې په ورځني ژوند کې ورته اړتيا پېښېږي ياد او زده کړي. کوم آياتونه او احاديث چې دعلم په فرضيت دلالت کوي ټول ددې خبرې دليل او ددې دعوې ثبوت دي او هر څوک چې په کوم ديني حکم نه پوهېږي او بيا هم پرې ځان نه پوهوي يا په دې هکله ځانته شرم او ننګ دروي نو دا ګنهګار دى، ځکه چې الله جل جلاله خپلو بنده ګانو ته امر کوي چې (فاسئلوا اهل الذکر ...) يعنې دپوهې له خاوندانو څخه وپوښتئ که چېرې تاسې نه پوهېږئ، نو دالله جل جلاله ددې حکم او دا ډول نورو اوامرو پر اساس دديني م سايلو زده کړه په هر نارينه او ښځينه فرض ده او په هر مسلمان لازم ده چې په دې هکله هېڅ شرم او ننګ ونه کړي. يعنې دديني مسايلو په زده کړه کې شرم او عار ته هېڅ ځاى نشته دى او که څوک په اسلام کې لږه مطالعه هم ولري او په ځانګړي ډول که چا احاديث او فقه لوستې وي نو هغه په دې پوهېږي چې ددين په زده کړه کې شرم نشته دفقهې او حديثو معتبر کتابونه له داسې مسايلو ډک دي او داسې مسايل په کې په خورا مفصل ډول تشريح شوي دي چې ښايي ځينې به يې ځانته شرم بو� �ي که دداسې مسايلو يادول شرم وي او يا دداسې مسايلو ليکل ياروښانول له اخلاقو سره سمون ونه لري نو زموږ ددين امامانوبه هيڅکله هم نه ليکل او نه به يې لوستل .که دداسې مسايلو يادول يا رانقلول شرم وي نو نارينه و صحابه و او ښځينه و صحابه و او په ځآنګړي ډول امهات المومنين ( رض )   او په خپله رسول اکرم صلى الله عليه وسلم به نه بيانولى او نه به يې په مفصل ډول ددې مسايلو روايت کاوه .   په خپله درسول الله صلى الله عليه وسلم او دهغه صلى الله عليه وسلم دمبارکو صحابه و دحيا دبېلګې له راوړلو څخه دانسانيت تاريخ بلکل عاجز دى نو � �يا ددې مسايلو په يادولو او بيانولو نغوذ بالله من ذالک دهغوى په هکله حتى دبې حيايۍ تصور هم کېدلى شي ؟ ايا هغوى نعوذ بالله من ذالک القول بې حيا وو؟ ايا زموږ دحيا قوه ترهغوى ډېره ده ؟ نه هېڅکله هم نه. نو بيا دې زموږ مسلمان وروڼه او خويندې ميندې درسول الله صلى الله عليه وسلم، امهات المؤمنين، نورو جليل القدره صحابه و او تابعينو په پل پل کېږدي او دديني مسايلو په زده کړه کې دې هېڅ شرم نه محسوسوي. اسلام پوښتنه کول عيب نه بولي خو ناپوهي عيب بولي او داسلامي شريعت په تطبيق کې هم په اسلامي ټولنه کې دناپوهۍ عذر ته اعتبار نه ورکول کېږي زموږ ډېرې دينداره خويندې ميندې او وروڼه همدې غلط احساس له دين څخه پردي کړي دي او د جها لت او ناپوهۍ په زولنو کې يې ګير کړ ېدي . له بده مرغه چې د بې سوادۍ او ناپوهۍ دبلا وزرې خو زموږ په ټولنه کې تر بلې هرې ټولنې زياتې خپرې دي او په ځانګړي ډول په اوسني وخت کې خو زموږ دټولنې با سواده او لوستوالې ښځې سلنه کې هم نه راځي او بيا له دې سره چې ددين په احکامو کې دحيا او شرم خيال هم له دې بد مرغۍ سره يو ځاى شي نو خبره بلکل خرابه او له بد هم بدتره شي . الله ( جل جلاله) چې يو انسان د يو کار په ترسره کولو مکلف کړى دي يا يې دکوم کار له کولو منع کړى دى نو ددې مسئلې دشرعي حيثيت زده کول يې هم پرې فرض کړي دي او ددې مسئلې بيانول او يادول بيا نه يواځې دا چې شرم او حيا نه ده ، بلکې فرض او لازم دي ځکه چې موږه مسلمانان يو ، دژوند هرې برخې او هر کار لپاره مو حدود او چوکاټ اسلام ټاکي هم دارنګه دهغو مسايلو حدود او چوکاټ هم اسلام ږدي چې بيانول يې لازم نه دي يا په بل عبارت دا به هم راته اسلام وايي چې په فلانۍ مسئله کې له دې زيات تفصيل او بيان په کار نه دى. که څوک يې بيا هم تفصيل يا اوږدېدل غواړي نو هغه سړى بې شرمه او ګنهګار دى .  اسلام په خپله دشرم او حيا دين دى حيا دايمان ((نيمه)) برخه ده او بې حيا انسان � �ه نيم ايمان څخه بې برخې او محروم دى ،رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي (( کله چې حيا نه درځي نو څه دې چې زړه غواړي کوه يې )). پخپله رسول الله صلى الله عليه وسلم ډېر حياناک شخصيت و خو لکه چې دمخه مو وويل ددين زده کړه يا بل چاته يې ورښودل هغه چې اسلام يې دزده کړې او بل ته دښودلو اجازه کړې وي لکه جنسي مسايل، حيض، نفاس... دا که هر څومره چاته دشرم خبره ښکاري خو يادول يې بې حيايي نه ده ، بلکې پخپل ذات کې عبادت دى . ددې لپاره چې داطمنان او تسکين ډيوه مو لاروښانه شوي وي نو ښه به داوي چې دهغو مسايلو او رواياتو څو نمونې دلته رايادې کړو چې په اصطلاح خلک يې دشرم او حيا مسايل ګڼي .  پخپله رسول الله (صلى الله عليه وسلم) چې کوم احکام خپل امت ته بيانوي نو هدف يې دادى چې امت يې دا مسايل زده کړي او عمل پرې وکړي .  صحابه و او ان امهات المومنين رض چې په محمدي سېڅلې مدرسه کې څه زده کړي دي نو پرته له دې چې له ځان څخه په کې څه کمښت او ډېرښت راولي په ډېره امانتدارۍ س� �ه يې امت ته بيان کړي چې نه يې په کې شرم احساس کړى دى او نه يې په کې ننګ کړى دى او ددې مسايلو له بيان څخه ددوى اساسي هدف دادى چې هغه فرضيت يا وجوب چې نورو ته ددې مسايلو دښودلو په هکله ددوى پر غاړه پروت دى ساقط شي او هم نور مسلمانان داديني مسايل چې دوى پخپله دشارع (ج ) يا شارح ( ص) نه زده کړي دي نورو ته وښيي او که خداى مه کړه دوى ددې احکامو په روايت او بيان کې شرم محسوس کړى و نو نن به موږ ددې مسايلو له احکامو څخه نه خبرېدو.  که حضرت عايشې رض يا درسول الله دمبارک حريم نورو بيبيانو درسول الله ص دغسل طريقه موږ ته نه واى بيا ن کړې او ځانته يې شرم ګڼلى واى نو نن به موږ دشرعي غسل طريقه له چاياده کړې وه ؟ ام سلمه رض روايت کوي چې ام سليم رض درسول الله ص حضور ته راغلله او عرض يې وکړ چې يارسول الله، الله ج دحق په ويلو کې شرم نه کوي آيا په ښځه کله چې احتلام ورته پېښ شي ( شيطان يې وغولوي) غسل شته ؟ رسو ل الله (ص) ورته وفرمايل چې هو کله چې اوبه (مني) وويني ...  په پورتنيو الفاظو کې په محمدي مدرسه کې روزل شوې صحابيه په زغرده رسول الله ص ته وايي چې ددين په يادولو او په حق وينا کې شرم نشته او رسول الله ص هم ددې موضوع په پوښتنې سره ونه رټله او نه يې پرې دبې حيا نوم کېښود .  حضرت عايشه رض روايت کوي چې ما او رسول الله به په يوه تشناب کې يو ځاى او له يوه لوښي څخه غسل کاوه تر دې چې رسول الله به داوبو په لګولو کې په ما چالاکي کوله نو ما به ورته وويل چې ((د عالي .. )) يعنې: ماته اوبه پرېږده م اته اوبه پرېږده . ددې مسئلې دبيان په وخت کې چې په روژه کې په ښکلولو او په غېږ کې نيولو روژه نه ماتېږي ام س� �مه روايت کو ي چې زه به رسول الله ص ښکلولم او هغه به روژه و ..(متفق عليه) حضرت عايشه رض روايت کو ي چې د� �افعه ښځه راغلله او رسول ص ته يې عرض وکړ چې زه رفاعه طلاقه کړم او له هغه وروسته مې له عبدالرحمن ابن زبير قرظي سره واده وکړ او له هغه سره دټوټې دڅنډې په څېر شى دى (تناسلى اله يې دټوټې په څېر نرمه او مړاوې ده) رسول الله ص و� �ته وفرمايل چې شايد ته به بېرته رفاعه غواړې؟ نه تر دې چې هغه ستا عسل وڅکي او ته دهغې عسل وڅکي) يعنې تر دې چې عبدالرحمن ستا له خوږو څخه خوند وانه خلي او ته دهغه له خوږو څخه خوند وانه خلې يعنې جنسي اړيکې ونه نيسئ نو ته بېرته رفاعه ته تللى نه شې . په موطا کې وايي چې ددې ښځې نوم تميمه وو او د وهب لور وه .  حضرت ميمونه رض درسول الله دغسل دجريان حکايت کوي او دا حديث امام زيلعي او ټولو صحاح الستة روايت کړى دى .  حضرت انس بن مالک رض روايت کو ي چې (( رسول الله به په يوه شپه کې په ټولو بيبيانو ګرځېده ( له ټولو سره به يې جماع کوله) او ده په دې وخت کې نهه ښځې درلودلې.)) او بخاري کې وايي چې بيا په يې له دې ټولو څخه يو غسل کاوه .  حضرت عايشه رض روايت کو ي چې کله رسول الله وفات کېده نو سر يې زما دسينې او غاړې ترمنځ اېښى و تر دې چې دخولې لاړې يې زما دخولې � �ه لاړو سره يو ځاى شوې .  ډېر مفسرين ،محدثين او ددين ائمه په دې نظر دي چې درسول الله ( ص) لخوا ځانته دښځو په ډېر والي کې دهغوى ص ستر هدف او حکمت داو چې ددين په رسولو کې ورسره مرسته وکړي . درسول الله ص دسيرت هغه برخه خو به چې نورو صحابه وليدله يا اورېدله او دهغوى ص هغه اعمال او کړنې چې هغوى پرې خبرېدل نو دا خو به صحابه وو رض � �وايت کړي وو مګر هغه مسايل به څنګه شوي وو چې ددوى له نظر نه پناه وو او درسول الله ص له خپلې سکه بي بي پرته دبل چا پوهېدل يا خبرول پرې ممکن نه وو ؟ اکثره کورني احکام چې په کورنۍ فقهې پورې اړه نيسي درسول الله (ص) مېرمنو روايت کړي دي او رسول الله ص دهمدې مسايلو دخورا ښه تشريح لپاره ډېر ودونه کړل او ډېرې مېرمنې يې په دې اړه د ځان م لګرې کړلې .  په بخاري او مسلم کې له حضرت عايشې رض څخه روايت دى چې رسول الله ص فرمايي : ((عشر من الفطرة ...)) يعنى :((لس فطري سنت دي...)) چې حضرت عايشه رض په کې دنارينه لپاره حلق العانه (دنامه لاندې د مخصوص غړي خرييل ) هم يادوي .  ",ددين داحکامو په زده کړه کې شرم ښه ندى 4563,," غزنى ته نږدې نن ددغه ولايت د مقر ولسوالى ولسوال حبيب الله د ناپيږاندو وسله والو کسانو د يو کمين په ترځ کې وواژل شو او د نوموړي ٤ تنه ساتونکى ټپيان شوي دي . نوموړى هغه مهال تر وسله وال بريد لاندې راغلى چې د غزنى په لور روان وو . د غزنى د پوليسو مشر ددغه بريد پخلۍ کوى .طالب جنګياليو ددغه بريد مسوليت منلى او وايى د نوموړى ٥ تنه ساتونکى يې هم وژلي دي . ",د مقر ولسوال وواژل شو 4564,," د سوله ساتو ځواکونو په خپره شوې پاڼه کې � �اغلى چې د هالنډ هېواد يو وزر١٦ F جټ الوتکه د پنجشنبې په سهار ٧ بجې د ناڅرګندو لاملونو له مخې د هېواد په جنوب کې غورځيدلې ده او د پيلوټ مړى يې پيدا کړي دي . الوتکه د غزنى ولايت کې راپريوتې ده او خبر پاڼه نه منى چې الوتکه دې د بريد له امله نسکوره شوې وي. ",د هالند يوه جټ الوتکه غزنى کې غورځيدلې ده 4565,," د سوله ساتو ځواکونو خبر پاڼه کاږي چې پرون څ� �ور بجې د هلمند ولايت کې له طالب جنګياليو سره په جګړه کې يې يو عسکر مړ او يو بل ټپي شوي دي . خبر پاڼه وايى چې د ځواکونو په ډزو کې يو طالب وسله وال هم وژل شوي دي . ",هلمند کې دسوله ساتوځواکونو ١ عسکر مړشوي 4566,," طالب جنګياليو ادعا کړې چې تيره شپه يې د يو وسله وال بريد په ترځ کې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې ترلسوډير دولتى عسکر وژلى دي او دغه ولسوالۍ يې له نيولو وروسته بيرته خوشي کړې ده . ددغه ولايت د پوليسو مشر نبى ملاخيل له بينوا سره يوازې په يوه دولتى پوسته د بريد پخلۍ کوي او وايى ٣ دولتى پوليس مړه او ٣ نور ټپيان شوي دي او په ګرشک کې بشپړ امنيت ټينګ دي . تيره ورځ هم هلمند کې طالب جنګياليو د يو وسله وال بريد په ترځ کې يو انګريز عسکر وژلى او يو بل يې ټپي کړي دي .دا ٧ برتانوي عسکر دى چې په يوه مياشت کې د افغانستان په جنوب کې وژل کيږي .برتانيا اوس مهال ٤٥٠٠ فوځيان د افغانستان جنوب کې لري . همدا� �ان د ددغه ولايت په ګرم سير ولسوالۍ کې پرون ددولتى ځواکونو او طالب جنګياليو ترمينځ نيښته شوې ده چې له امله يې يو پوليس او ٤ طالب جنګيالى وژل شوي دي . د ګرمسير ولسوال غلام رسول ادعا کړې ده چې د چاوديدونکو توکو يو موټر يې له طالبانو نيولى او ٢ طالب وسله وال يې د جګړې په مهال ټپيان کړي دي . ",هلمند کې يوشمير دولتى عسکر وژل شوي دي 4567,," المانى فوځيانو مزار کې ٧ تنه شکمن ورانکار چې په م وټر کې يې چاوديدونکى توکي درلودل نيولى او وايى افغان امنيتى ځواکونو ته به يې وسپاري . بلخ کې ددغه فوځ د يو چا� �واکى په وينا نوموړو کسانو هڅه کوله د المان فوځى اډې ته ننوزي . د چارواکى په وينا موټر پرته له دې چې چاته زيان ورسيږي چاوديدلى دي. ",بلخ کې ٧ شکمن ورانکار نيول شوي دي 4568,," د ماين د يوې چاودنې له امله د پنجشنبې په ورځ يو ماشوم د باميانو په قازان دره کې مړ او ديوې ميرمنې په ګډون دوه نور ماشومان ټپيان شوي دي . ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او ولسى وګړى شکايت کوي چې لاهم پخوانى خښ شوي ماينونه د دوى ژوند ګواښوي. ",باميانو کې چاودنې د يو ماشوم ژوند واخيست 4569,," ", 4570,," افغان دولتى ځواکونه او طالب جنګيالي د نيمروز ولايت د دل ارام ولسوالۍ په لس کيلومترى د بکوا دښته کې يو له بل سره په جګړه کې ښکيل شوي او يو بل لوري ته د د� �ندې مرګ او ژوبلې ادعاوې کوي . د نيمروز والى غلام دستګيرمنلې چې د خاشرود د امنيه قوماندان جمعه ګل په ګډون ٤ تنه دولتى پوليس او ٣ تنه طالبان د جګړې په مهال مړه او ٦ تنه دولتى پوليس لادرکه شوي دي . طالب وياند منلې چې ٦ دولتى پوليس له دوى سره دي او د نيمروز د امنيه قوماندان يې هم د بريد په مهال وژلى دى . دنيمروز والى دا ادعا نه مني .جګړه هغه مهال د جمعې په ورځ پېښه شوي چې طالب جنګياليو د دولتى پوليسو په کاروان وسله وال بريد کړي دي . ",نيمروز کې ٤ پوليس او ٣ طالبان وژل شوي 4571,," د هغه ځانمرګىبريد له امله چې نن غ� �مه مخکې د لسو بجو شاو خوا د ننګرهار د بټى کوټ ولسوالۍ د جلال اباد - تورخم د لارې په اوژدوکې د افغان او ائيت� �افى ځواکونو په کاروان ترسره شوي له امله يې د يو ترجمان په ګډون په خپله ځانمرګى وژل شوي دي . د ننګرهار وا� �ى ګل اغا شيرزوى له بينوا سره د بريد پخلۍ وکړ او وايى په دغه ځانمرګى بريد کې د يوې کوچۍ ميرمنې په ګډون يو افغان اويو ائيتلافى عسکر ټپيان شوي دي . په بريد کې د ائيتلاف يو موټر هم ويجاړ شوي دي . طالب جنګياليو ددغه بريد م سوليت منلۍ دى. ",ننګرهارکې د ائيتلافى عسکروپه کاروان بريد شوي دي 4572,," طالب جنګياليو د يو وسله وال بريد په مهال نن سهار د فراه ولايت د خاک سفيد ولسوالۍ د قلعه خشک په سيمه کې ددولتى پوليسو يو قوماندان ، ٢ تنه ساتونکى ، م يرمن او زوى يې وژلى دي .د فره امنيتى چارواکو د بريد پخلۍ کړى او وايى د پېښې په اړوند يې په سيمه کې پلټنې پيل کړي دي. دغه بريد د يو کمين په ترځ کې ترسره شوي دي. ",فراه کې ٣ پوليس او ٢ ملکى وګړي وژل شوي دي 4573,," افغان امنيتى چارواکو کندهار کې پرون د سړي تښتونکو يوه پنځه کسيزه ډله نيولى او ددغه ولايت دوالى په وينا دا مهال ترې نه پوښتنې پيل شوي دي. د کندهار والى وويل نوموړو کسانو کندهار کې د يو سوداګر زوى تښتولى وو، چې اوس مهال خلاص شوي دي. په دغه ډله د ماشوم انود تښتولو تور لګول شوي دي .والى وويل د ډلې د نورو کسانو دنيولو له پاره هڅې پيل شوي دي . ",دسړي تښتونکو ٥ کسيزه ډله کندهارکې نيول شوي 4574,," ", 4575,قدوسي سلیمانخېل," حیاء یو داسي صفت دی چي کله یې انسان خپل کړي هغه له هر ډول بدیو او شرونو ځخه ساتي او د هغه  اوهغوناوړو کړو وړو تر مینځ فاصله زیاتوي  کوم چي له یو داسي انسان سره مناسب نه وي چي هغه د کرامت او عزت څښتن وي .  حياء لکه څرنګه چي له انسانانو ځخه وي همدا راز له خپل ځان ځخه وي او په عین شکل له الله تعالی ځخه وي ، له خلګو ځخه حیاء انسان له هر هغه کار ځخه راګرځوي چي هغه کار انسان د خلګو په نظر کي بد مع� �في کوي ، او له ځان ځخه حیاء په پټه او تنهایې کي د انسان او هغه عمل په مینځ کي مانع ګرځي کوم چي د نورو په مخ کي یې په ښکاره کولو باندي شرم محسوس کوي ، او له الله تعالی ځخه حیاء انسان له هر هغه قول وفعل ځخه لېري ساتي کوم چي هغه معصیت وي او دده باور وي چي الله تعالی یې ویني . د حیاء په هکله تېر تعریف مونږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم دې قول ته نور هم نژدې کوي چي فرمایې :  الحیاء � �ایأتي الا بخیر .  حیاء انسان د نېکي او خیر لور ته بیایې .  او چاچي د حیاء څادر وغورځولو نو هغه د هر کمینه  او ناولي کار اهل وګرځېدلو ځکه چي هغه څه چي د انسان او ناوړه قول وفعل تر مېنځ دېوال جوړوي هغه له خلګوځخه ، یاله ځان ځخه او یا له الله تعالی ځخه حیاء وي او بس  او کله چي دا دېوال لېري شي نو بیا هیڅ هم پاته نه شو او هرڅه چي دا بې حیاء انسان یې کول وغواړي کولی یې شي .  او داسي چا ته چي د حیاء څادر نلري ټول خلګ هم دا ښېرا کوي چي الله تعالی د رسواکړه او شرموه . داډول انسان د ټولني او خپل خاندان لپاره پېغور وي ، له هیڅ ناوړه کار ځخه مخ نه اړوي ، یو اړخ یې هم دباور وړ نه وي ، نه یې وعده په وعده وي او نه د کوم مسئوليت احساس کوي . او په دې هکله زمونږ ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم  فرمایې : ان مما ادرک الناس من کلام النبوة الأولی اذا لم تستحي فاصنع ما شئت . هغه څه چي د مخکي تېروشویو انبیاوو له ا� �والو ځخه خلګو موندلي دي یو قول دا هم دی چي کله د حیاء نه درلودله چي کوم ناوړه او ناولی کار د خوښ شو کوه یې  ، کوم چي یو د شرف او عزت اومېړاني لرونکی انسان یې نشي کولای ، همداراز له رسول ا� �له صلی الله علیه وسلم ځخه پو ښتنه وشوه چي آیا حیاء ددین یوه برخه ده؟ هغه په ځواب کي وفرمایل : هل الحیاء من الدین ؟ فقال : بل هو الدین کله . بلکه حیاء اوشرم ټول دین دی . داډول کسان چي حیاء نلري حلال او حرام ورته توپېر نلري تل په دروغو ډېر ټینګ قسمونه خوري او ځان رېښتونی معرفي کوي حال داچي هغه به درواغجن وي قرآنکریم ددې ګواهي ورکوي الله تعالی فرمایې : ویحلفون علی الکذب و هم یعلمون (المجادلة) هغوی سره له دې چي په دې یې باور وي چي دروغ وایې خو قسمونه به خوري چي رېښتیاوایې . همداراز دا ډول کسان په دروغو ګواهي او � �هادتونه ورکوي څه به یې لیدلي نه وي او نه به خبر وي خو کله چي ځیني وغوښتل شي او یا ونه غوښتل شي خو ضمېر او وجدان به نلري او تل به دې ته چمتو وي چي په دروغو ګواهي او شاهدي ورکړي . دې ډول انسان ته په خپله سینه کي خپل ځان معلوم وي چي هغه له انسانیت ځخه رټل شوی دی او د انساني ټولني په م خ یو تور داغ دی ځکه خو هرڅه کوي . د خبري خلاصه داده  هغه څوک چي حیاء نلري په هغه کي بالکل خیر نشته لاسونه ورځخه پرېمېنځل په کار دي ، نه یې چاته ګټه � �سېږي او نه د خپلوانو او دوستانو او اقرباوو او نه په مجموع کي د ټولني په درد خوري .  د حیاء کمښت درجې لري څومره چي د یو چاحیاء کمه وي په هماغه اندازه یې د سلوک او اخلاقو معیار ټیټ وي ، په مقابل لوري کي څومره چي د یوچا حیاء زیاته وي  په هماغه اندازه یې د اخلاقو معیار لوړ وي اود کمال خواته نژدې کېږي او د حیاء په وړاندي د خلګو بېل بېل مراتب دي :  هغه څوک  چي د ح یاء معیار یې تر ټولو لوړ وي  د هغه کار خوا ته ور نژدې کېږي هم نه کوم چي عیب جن وي دا خو بېله خبره ده چي هغه به دا کار کوي ، حیاء د هغه لپاره یو ډال وي چي په منکراتو کي له لوېدلو ځخه یې را ګرځوي هغه له ناوړو اعمالو او اقوالو او کلماتو ځخه ډېر لېري وي دا ډول انسانان د ټولني غوره طبقه او تر ټولو ښه انسانان دي . بله طبقه هغه کسان دي چي کله د یوه بد کار او یاناوړه عمل اراده وکړي حیاء ورته خنډ واقع شي او له ځان اویا له خلګواو یاله الله تعالی ځخه حیاء یې مخي ته ودرېږي دې طبقې انسانانو ته هم د خیر امید کېدای شي . بله طبقه هغه انسانان دي چي حیاء یې له هیڅ ډول ناوړه عمل ځخه نه راګرزوي په دې مفهوم چي بېخي حیاء نلري یواځیني شی چي هغه له ناوړه عمل ځخه راګرزوي هغه د ناوړه عمل د سزاوېره او ډار وي دا هغه طبقه خلګ دي چي ویلای شو له الله تعالی ځخه نه وېرېږي اودانسانانو او یا قانون له عقاب ځخه یې وېره شي . بله طبقه هغه څوک دي چي نه یې له الله تعالی ځخه او نه یې له قانون ځخه وېره شي او دجرایمو په ارتکاب کي یو په بل پسې یې تر هغه وخته لېڅي ور نغښتي وي تر څو چي د جرم په حالت کي ونېول شي او د متهم په قفس کي ودرېږي بیا نو په هغه وخت کي له خجالت ځخه کله مخ یوې او کله بلي خوا ته اړوي تر ځان د انځوروونکیو د عکاسي له کیمرو ځخه پټ وساتي  او په ورځپاڼو او خپرندویه وسایلو کي څېره لوڅه نشي او چي کله د بند موده ورته وټاکله شي په هغه وخت کي پښېمانه شي او د آزادي په خوند هلته خبرشي . بله طبقه هغه څوک دي چي نه له الله تعالی ځخه حیاء ورځي او نه د قانون له منګولو ځخه وېرېږي او نه په هغه څه پښېمانه کېږي چي کړي یې وي دا طبقه مجرمین بد ترین د انسانانو دي . څرنګه چي حیاء د انسان د شرف او عزت د پېژندلو نښه ده په دې اساس په هرمسلمان باندي لازمه ده چي هروخت د هغه قول و فعل له حيا ځخه سرشاروي دا د صالح مسلمان د پيـژندلو نښه ده بي حيائي د یوه انسان د سپکتیا او بي حیایې نښه  دي مونږ باید په خپلو ټولو کړو کي په لومړي سر کي له الله تعالی ځخه حیاء مراعات کړو او په دوهم قدم کي په دې اساس چي مونږ په حیاء کولو مکلف یو او زمونږ دین اسلام له سرځخه تر پایه حیاء ده هغه څه چي نه شرعا ښه کار وي او نه یې د الله تعالی بندګان ښه ګڼي په تنهایې او د نورو په مخکي د مطلوبه حیاء په وجه ونکړو . دلته به مونږ ځیني هغه نصوص او روایات چي د حیاء په  هکله په دیني کتابونو کي راغلي ذکر کړو ترڅو ښه وپوهېږو چي حیاء یعني څه او ولي ؟   عن أبي أمامة قال � �ال رسول الله صلى الله عليه وسلم: أفش السلام وابذل الطعام واستحي من الله تعالى كما تستحيي رجلا من رهطك ذا هيئة وليحسن خلقك وإذا أسأت فأحسن فإن الحسنات يذهبن السيئات. (الطبراني)  له ابي امامه رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : پيژاند او نا پيژاند ته سلام وراچوه او خلګوته ډوډۍ وركوه او له الله تعالى ځخه داسي حيا كوه � �كه د خپل قوم له يوه هيبت ناكه شخص ځخه چي حيا كوې او خويونه د بايد ښه وي چي له چا سره د بد وكړو بيا ښه هم ورس� �ه كوه ځكه چي نېك عملونه بد عملونه ختموي . عن سعيد بن يزيد أن رج� �ا قال للنبي صلى الله عليه وعلى آله وسلم أوصنى قال استح الله كما تستحيى رجلا صالحا من قومك. (الدارقطني- � �عب الايمان) له سعيد بن يزيد رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دى چي يوه سړي رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وويل :  چي ماته وصيت وكړه رسول  الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل :  چي  له الله تعالى ځخه داسي حياكوه لكه په خپل قوم كي چي له يوه نيك سړي ځخه حيا كوې . عن أنس قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : إن لكل دين خلقا وإن خلق هذا الدين الحياء. (م سند أبي يعلى) له انس رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله عليه وسلم وفرمايل : هر مذهب اخلاق لري او د اسلام د دين اخلاق حيااو شرم دى . عن عائشة عن النبي  صلى الله عليه وسلم  قال: إن ا� �حياء من الإيمان وإن الإيمان في الجنة ولو كان الحياء رجلا لكان رجلا صالحا. (مكارم الأخلاق للخرائطي) له عائشه رضي الله تعالى عنها ځخه روايت دى چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل :  چي حيا د ايمان يوه برخه ده اود ايمان ځاى جنت دى او كه چيرته حيا دسړي په څېره  واى نو نېك او صالح سړی به واى . عن سالم بن عبد الله عن أبيه أن رسول الله  صلى الله عليه وسلم  مر على رجل من الأنصاروهو يعظ أخاه في الحياء فقال رسول الله  صلى ا� �له عليه وسلم دعه فإن الحياء من الإيمان (صحيح البخاري) رسول الله صلى ال� �ه  عليه وسلم له انصارو ځخه يو سړي وليد چي خپل  ورورته ئي د حياپه باره كي نصيحت كولو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل : چي پرېږده ئي , ځكه چي حياء د ايمان يوه برخه ده .  مطلب دا چي په لنډ ډول بايد انسان په دې پوه شي چي څوك حيا نلري د هغه ايمان نيمګړى دى او حيا له ايمان او عقيدي سره مستقيم تماس لري . عن أبي هريرة قال قال النبي صلى الله عليه ووسلم: الإيمان بضع وسبعون أو بضع وستون شعبة أفضلها شهادة أن لا إله إلا الله وأدناها إماطة الأذى عن الطريق والحياء شعبة من ا� �إيمان. (مسلم) له ابو هريره رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دى چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : چي ايمان څه د پاسه اويا(70) ,  ياڅه د پاسه  شپېته  (60) شعبې دى , بهترينه شعبه ئي لااله الالله (د الله تعالى د توحيد  ګواهي وركول) دى  او تر ټولو ټیټه شعبه ئي له لاري ځخه د ضرر ل� �ي كول دى او حياء د ايمان يوه شعبه ده. عن عبد الله بن مسعود � �ال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  استحيوا من الله حق الحياء قال قلنا يا رسول الله إنا نستحيي والحمد لله قال ليس ذاك ولكن الاستحياء من الله حق الحياء أن تحفظ الرأس وما وعى والبطن وما حوى ولتذكر الموت والبلى ومن أراد الآخرة ترك زينة الدنيا فمن فعل ذلك فقد استحيا من الله حق الحياء (سنن الترمذي) له عبدالله بن مسعود رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دى چي رسول الله صلى الله عليه وسلم يوه ورځ دخپلو اصحابو يوې ډلي ته وفرمايل: لكه څرنګه چي حق د حياء دى داسي له الله تعالى ځخه  حياكوۍ ،  صحابه وو ْوويل چي م ونږ خو الحمد لله حيا كوو ,  رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل : چي دغه حياء نه ده له الله تعالى ځخه رېښتیني حياء داده چي  سر او په هغه كي موجود اعضاء  ,  او خيټه او دهغي خواوشاْوساتي او مرګ او آزمېیښتونه درپه ياد كړې او كه څوك آخرت غواړي د دنيا زينتونو ته دشاكړي څوك چي داشيان  وكړي نو په رېښتيااو په حقيقت سره ئي له الله تعالى ځخه حياكړي ده. عن أبي سعيد الخد� �ي قال كان رسول الله  صلى الله عليه وسلم  أشد حياء من عذ� �اء في خدرها وكان إذا كره شيئا رأيناه في وجهه  صلى الله عليه وسلم (البخاري)  له ابو سعيد الخدري رضي الله تعالى عنه ځخه � �وايت دى هغه فرمائي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ترهغي پاكي  پېغلي زياته حيا د� �لودله چي د خپل مخ په لوڅولو شرمېږي او چي كله به ئي له يو شي ځخه کرکه وشوه نو مونږ ته به د هغه له څېري ځخه مع� �ومات كېدلو .  يومسلمان شاعرد حیاء په هکله وائي: إذا لمْ تخشَ عاقِبَةَ الليا� �ي.................................................................  ولم تسْتحيِ فاصْنَعْ ما تَ� �اءُ وربّ قبيحة ما حال بيني.............................................................................. وبين � �كوبها إلا الحياء فكان هو الدواء لها ولكن .........................................................................  إذا ذهب الحياء فلا دواء إذا رُزق الفتى وجها وقاحا....................................................................   ت� �لّب في الأمور كما يشاء چي كله د شپو له انجام ځخه نه وېرېدلي او حياء د نه وه نو چي څه د خوښه وه هغه كوه, ډېر ځله زما او د يوبدكار په مينځ كي حيا مانع واقع شوي ده د هري ګـناه علاج حياء ده او چي حياء ختمه شوه بيا د ګناه علاج نشته  , چي كله د ځوان مخ بي حياْواو بېشرم شي نو چي ځـرنګه ئي خوښه وه هغسي  دپه بدوكارونو كي ځان لړي . بل داچي ملګرتیا او ناستي ولاړه هم له هغه چا سره چي حیاناک وي ځکه چي حیاناک انسان کله هم په يوه داسي کار لاس نه پوري کوي چي هغه کار عیب ولري او ته به هم ورسره حیاناک شې ، که دکله د یوه داسي کار اراده وکړه چي هغه غیر اخلاقي او عیب جن وو نو هغه به تاهم هغه کار ته نه پرېږدي . علي كرم الله وجهه فرمائي: أحبو الطاعات بمجالسة من يستحيا م نه. (آداب الصحبة) د حياناكو انسانانو په  مجلس او ناستي له نيكو كارونو سره مينه پيدا كړۍ . عبدالله د امام احمد بن ح نبل زوي رحمة الله تعالى عليهما فرمائي :  ما أوقعنى في بلية إلا صحبة من لا احتشمه. (آداب الصحبة) زه تل په مصيبت كي هغه چا اچولى يم چي ز ما به حيا نه ورځخه كېدله . شاعر وائي:       إذا قلَّ ماء ا� �وجه قلَّ حيـاؤه ...........................................................  ولا خير في وجهٍ إذا قلَّ ما� �ه چي كله د كوم مخ اوبه ختمي شي حياء ئي هم كمه شي په هغه مخ كي هېڅکله هم خير نشته چي اوبه ئي ولاړي شي . نوټ : خو یوه خبره یاد ساتل ضروري ده چي کله له یوه مسلمان نارینه او یا ښځي سره داسي یوه پوښتنه پیداشي چي د هغې په هکله ورته ددین حکم معلوم نه وي نو هرو مرو د پوښتنه کوي او حیاء یې باید مانع ونه ګرځي او ددې خبري د تایید لپاره مونږ هغه حدیث رانقلوو چي له أم المومنین عایشة رضي الله تعالی عنها ځخه یې روایت شوی دی هغه فرم ایې : نعم النساء نساء الأنصارلم یمنعهن الحیاء أن یسألن عن أمر دینهن . د مدینې منورې د انصارو ښځي ډېري ښې ښځي دي حیاء یې له دې ځخه نه راګ� �ځوي چي ددین په هکله پوښتنه وکړي . په دې اساس حياء باید انسان له یوه نېک او روا کار ځخه او همدارازله حقیقت او رېښتیاویلو ځخه راو نه ګرځوي  او له دې ځخه ماسوا په نورو ځایونو کي حیاء د انسان لپاره ګېڼه وي چي انسان ورباندي ښه ښکارېږي او بې حیایې یوتور داغ دی چي د انسان څېره ورباندي بدنما ښکارېږي . الله تعالي ته لاس په دعا یو چي هغه مونږ او ز مونږ وروڼه ، خپلوان، دوستان، او اولادونه  او ټول مسلمانان نر او ښځي د حیاء په همېل ښکلي کړي (آمېن) ",دحیاء ارزښت په اسلام کي 4576,," د کندهار والى نن يوې خبرې ناستې ته وويل د افغان اردو ، پوليسو او ناټو ځواکونو ګډ عمليات پرون شپه د دغه ولايت د ژړى او پنجوايى ولسواليو په يو شمير سيمو کې پيل شوي او سر له سبا څخه په دغو سيمو کې د موټر سايکلونو او موټرو په تګ اور اتګ بنديز لګول شوي دي . د کندهار د والى د وينا له مخې تردم ګړى افغان او ائيتلافى ځواکونو ته زيان نه دى رسيدلى . له دې وړاندې د سيموډير شمير اوسيدونکى له خپلو کورونو څخه وتلى دي . ",په ژړى اوپنجوايى ولسواليوکې عمليات پيل شوي 4577,,"   څو تنو عیني شاهدانو بینوا ویبپاڼې ته وویل چې نن یوه چورلکه دکندهار دپنجوایي ولسوالۍ دجیل غر په سیمه کې دبمباربو په مهال راپریوتې  لاتر او سه ائت� �اف او ناټو دپېښې په اړه څه ندي ویلي. ",پنجوایي کې یوه چورلکه پریوتې. 4578,,"   دپکتیکا ولایت والي اکرم خپلواک دبینوا همکار ته ویلي چې نن ددغه ولایت دیحیی خیلو په سیمه کې دیوې چاودنې لامله دوه پولیس ټپیان � �وي. ",دوه پولیس پکتیکا کې چاودنې ټپیان کړي. 4579,," د پکتيا امنيتى چاروواکو منلې چې ددغه ولايت د زرمت ولسوالى کې يو ملکى ډاکتر د موټر سايکل سپرو په ډزو کې وژل شوي دي . چارواکو ويلى نوموړى ډاکتر له چا سره شخصى دښمنى نه درلوده او تر ډيره بريد د طالب جنګياليو له لورى وژل شوي دي. ",په پکتيا کې يو ملکى ډاکتر وژل شوي 4580,," عبدالله پتمن/ كابل د ع� �اق په سپېڅلي ښار کربلا کي پاکستاني او هندي زيارت کونکي ووژل شول. د پوليسو د چارواکو په وينا يوولس پاکستاني او درې هندي زيارت کوونکي هغه مهال ووژل شول، چي دوى د کربلا ښار ته د زيارت کولو په موخه روان وو.په عراق کي له سختو تاوتريخوالو سره_سره بيا هم د پاکستان، هند او د نورو هيوادونو شيعه مذهبه وگړي د زيارت لپاره دغه هيواد ته ځي. ",په كربلا ښار كي ۱۳ تنه شيعه زيارت كوونكي ووژل شول 4581,," عبدالله پتمن/ كابل د ملگرو ملتونو سر منشي کوفي عنان له اېراني چارواکو سره د خبرو لپاره نن ايران ته ورسېدئ. نوموړى به له اېراني چارواکو سره د لبنان د او� �بند او د اېران د اټومي پروگرام  په اړه خبري وکړي. او هڅه به وكړي چي اېران و لبنان ته د وسلو له لېږلو څخه � �اوګرځوي. تهران ته د کوفي عنان تگ وروسته له هغه ترسره کېږي چي د نړيوال اټومي پروگرام ادارې خبر وركړ چي اېران د امنيت شورا له اړخه د يورانيمو د بډايني په مهلت کي د دوى غوښتني نه دي منلي. ",کوفي عنان تهران ته ورسېدئ 4582,," دبرتانيا ددفاع وزارت چارواكي  وايي نن يې  دافغانستان په كندهار ولايت  كې  يوه الوتكه رالويدلې او په كې سپاره  ۱۴ سرتيري وژل شوي . په كندهار كې دناټو يو وياند وويل : چې دغه الوتكه  نظامي نه وه بلكي  وسرتيروته يې  خوراكي توكي ليږدول . دغه وياند وويل چې  دغه الوتكه  ديوې تخنيكي ستونزي له امله  راپريوتي او دچالخوا نه ده ويشتل شوې . ",په كندهار ولايت كې دناټو ۱۴ سرتيري وژل شوي . 4583,قدوسي سلیمانخېل,"   الله تعالی جل شانه په خپل سپېځلي کتاب کي خپلو بندګانو ته داسي ارشاد کوي : لاخیرفي کثیر من نجواهم الا من أمر بصدقة او معروف او اصلاح بین الناس و من یفعل ذلک ابتغاء مرضاة الله فسوف نؤتيه اجرا عظيما . د هغوی (مشرکینو) په زیاتو مجلسونو او خبرو اتروکي خیر نشته مګر که چا په خیرات کولو او یا یو نېک کار او یا د خلګو تر مېنځ  په  روغي جوړي او اصلاح امر کړی وي، او چاچي دا ( د خی� �ات کولو او نېک کار او اواصلاح دحکم کولو) کارونه د الله تعالی درضا د غوښتلو په خاطر وکړل هغوی ته به  مونږ په نژدې وخت کي  ستر اجر او ثواب ورکړو. یو چاته نصېحت کول او په نېک کار حکم کول  له بدو کارونو ځخه د منع کولو  له کار سره تړلی دی  دا معنا چي امر بالمعروف له نهي عن المنکر سره  د ټولني د اصلاح او سمون لپاره لازمي دی ، داسلوک  له انساني ټولني سره د هغه عاقلانه میني زېږنده دی چی انسان  یې له خپل چاپېریال سره په هغوی باندي د خیر د پېرزویني لپاره خپلوي ، دا د اصلاح او اخلاقي رغوني کار  مخکي له دې چي یوه مذهبي وجیبه یې وګڼو د ټولني د معنوي پرمختګ یو حقیقي لامل ګڼلی شو . ځکه خو الله تعالی جل شأنه د همدې اصلاح ي عمل لپاره لومړی هغه څوک په خپله اصلاح ګماري څوک چي د ټولني لپاره یې دې  اصلاحي خدمت ته ملا تړلي وي فرمایې : یا أیها الذین امنوا لم تقولون مالاتفعلون کبر مقتا عند الله أن تقولوا ما لاتفعلون . اې د ایمان خاوندانو ولي هغه څه نوروته وایاست کوم چي پخپله یې نه کوۍ دا د ال� �ه تعالی زیاته غصه راپاروي چي په خپله یوکار نه کوۍ او نور په هغه ګمارۍ .  د قرآنکریم په بل آیت کریمه کي الله تعالی د بني اسرایلو علماوو او مصلحینو ته مخاطب دی فرمایې : أتأمرون الناس بالبر و تنسون أنفسکم و أنتم تتلون الکتب أفلا تعقلون . آیا تا سودومره عقل نلرۍ چي نورو خلګو ته په نېکي او احسان کولو امر کوۍ او خپل ځانونه مو هېر کړي دي په داسي حال چي آسم اني کتاب هم لولۍ ؟ ددې موضوع څېړلو ته ځکه اړتیا ولېدله شوه چي نن سبا د اصلاح او د ټولني او چاپې� �یال د اخلاقي  رغوني ږغونه هر ځای او په هرلوري کي پورته دي خو په هغه څه چي آورو یې او یا یې لولو عمل کوونکي ډېر لږ لیدل کېږي حال دا چي له مونږ ځخه هریو د بل تر اصلاح ړومبی د خپل ځان په اصلاح م کلف دی او تر هغه وخته چي اصلاح له خپل ځان پیل نشي د ټولني اصلاح ممکنه نه ده . الله تعالی فرمایې : قد أفلح من زکاها و قد خاب من دساها . په رېښتیا سره کامیاب دي هغه څوک چاچي خپل ځان له ګناهونو ځخه پاک کړ او ناکام دي هغه څوک چا چي خپل نفس د ګناهونو په مرتکب کېدلو سره ذلیل کړ . په � �ېښتیا هم چي مصلحین به هغه وخت په خپله اصلاحي پروسه کي کا میابه کېږي چي کله د نورو له اصلاح ځخه مخکي خپل ځانونه له هغو رنځونو ځخه پاک او روغ کړي کوم چي  غواړي ټولنه او چاپېریال یې ځیني روغ � �ي . انبیاء کرام علیهم السلام الله تعالی په څلوېښت کلني عمر کي په رسالت مبعوث کړي دي چي کله به  یې عقل او تجارب د کمال مرحلې ته ورسیدو او هغوی له وړې او غټي ګناه ځخه تر نبوت مخکي او � �ه نبوت ځخه وروسته معصوم او پاک دي او دا زمونږ مسلمانانو عقیده ده ، د هغوی له عصمت ځخه یو الهي حکمت هم دا دی چي هغوی مبلغین او مصلحین دي او د هغه چا د تبلیغ او اصلاح دعوت  موثر او اغېزمن نه شي جوړېدلای چي پخپله نه وي اصلاح شوي دا ځکه که مصلح یا مبلغ پخپله په یوه ګناه اخته وي هغه بیا کله بل چاته وی� �ای شي چي دا غلط کار مه کوه او که بل څوک منع هم کړي نو هغه بیا ضرور پخپله مبلغ ته ګوت نیونه کوي چي که دا کار غلط وي ته یې ولي کوې . هم دا وجه ده که نن مونږ په خپل چاپېریال ، ټولنه او ننۍ نړۍ کي وګورو کومه ګډو� �ي او بې نظمي اوپه هره کچه انحرافات چي وینو د هغوی ستر لامل هم دا دی چي زمونږ مصلحین د نورو له اصلاح سره خو مینه بېشکه لري خو د خپل ځان په اصلاح  کي هډو سوچ نه وهي لکه هغوی چي لا تر اوسه دې نتېجي ته نه وي رسېدلي چي د نورو تر اصلاح مخکي یې د خپل ځان اصلاح ضروري او لازمي ده . دا داسي مثال لري لکه ډاکټر چي پخپله رنځور وي او د رنځورانو د هغه رنځ معالجه او در ملنه کوي کوم چي دی پخپله په هماغه رنځ اخته دی ، د نورو رنځورانو د هغه بکټېریا او جراثیم د وژلو لپاره درمل ورکوي کوم جراثیم چي پخپله دده په جسم کي دي او دده روغتیا ور ځخه اغېزمنه ده خود خپل ځان درملنه نه کوي دډاکټر دې تصرف ته به یو څوک عاقلانه ووایې ؟  او آیا هغه رنځور به دې معالج ته د خپلي ناروغتیا د علاج لپاره مراجعه وکړي کوم چي خبر� �ي ډاکټر پخپله په همدغه رنځ اخته دي او د خپل ځان له معالجې ځخه عاجز او بېوسه دی ؟  ځواپ په کلي توګه منفي دی چي هیڅکله نه . د اسلامي روزني او تربیې ځانګړتیا په همدې کي ده چي هغه د م ور له خیتي ځخه نیولي بیا تر لویښت پوري د انسان د سلو کیاتو او اخلاقو نګراني او پرله پسي څارنه کوي تر څو لوی شي او د ټو لني د یوه صالح فرد په توګه بروز وکړي  او بالاخره همدا د انبیاوو دنده او رسالت چي د ټولني او چاپېریال اصلاح او رغونه ده په غاړه واخلي او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر  فریضه سرته ورسوي . په همدې اساس په هغه چا چي دا رسالت یې خپل کړي او د ټولني اصلاح خپله وجیبه ګڼي  ، لازمه ده چي حتې المقدور د نورو د اصلاح تر څنګ د خپل ځان اصلاح ته هم زیات پام وکړي  . نن که لوېدیزه مېډیا او د هغوی خپرندویه وسایل مسلم انان په ډول ډول تورونو توروي او یا زمونږ مقدس دین د هغوی د ناولیو غشو نښه ګرزېدلی بنیادي لامل یې زمونږ غیر اسلامي کړه وړه دي ځکه خو قرانکریم او نبوی احادیث مونږ بار بار دې ته متوجه کوي چي خلګو ته په خپلو اعمالو دعوت ورکړۍ اونه په خپلو اقوالو, یو حدیث شریف دی چي (ص) فرمایې : کونوا دعاة الناس بأعمالکم لا بأقوالکم . خلګو ته دعوت پخپلو عملونو سره ورکړۍ نه په خپلو ویناګانو او لیکچرونوسره . دلته یوه خبره د خپلي تجر بې له مخي لیکم هغه داچي دا لیکني ما څه موده  م خکي پیل کړي څه چي ما لیکلي او یا زما د مطالعي په دوران کي د کتابونو په پاڼو کي زما مخي ته راغلي هغه مي دپه الله تعالی قسم وي داسي تلقي کړي لکه ماته چي یې هرتوری مخاطب وي او هغه رنځونه چي ما یې د معالجي لاري چاري � �ټولي هغه مي په خپل ځان کي لیدلي دي نو ددې لیکني په پای کي الله تعالی ته د نفس و شیطان په مقابل کي د خپلي بېوسي لاس پورته کوو چي اې لویه ربه ته مو په خپل فضل او کرم اصلاح او روغ کړې او ددې توفیق راکړې چي هغه څه چي مو دنورو لپاره لیکلي په خپل ځان تر ټولو مخکي عملي کړو او زمونږ لیکني او ویناوي ستا په نزد زمونږ لپاره نه په م ونږ باندي حجت وګرزوي و ماتو فیقي الا بالله علیه توکلت و الیه أنیب .   ",اول ځان پسې جهان 4584,قدوسي سلیمانخېل,"   د الله تعالی لورته د دینی پوهي په رڼا کي د خلګو رابلل تر ټولو کارونو غوره  کارده چي یو مسلمان خپل وخت او ځان ورباندي مصروف وساتي دا ځکه چي دا د پیغمبرانو او نبیانو علیهم السلام دنده ده ... الله تعالی فرمایې : (( أدع الى سبيل ربك بالحكمة والموعظة الحسنة )) راوبوله ستا د پروردګار د لاري لورته په پوهنه او هوښیاري او په ښه ښکلي نصیحت سره .   رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمایې : (( لئن يهدي الله بك رجلا واحدا خير لك من حمر النعم)) که الله تعالې ستا په ذریعه یو چاته سمه لاره وښیي دا تاته تر (هغو) سرو اوښانو غوره ده (کوم چي په عربو کي یې مخکي هم  ډېر زیات ارزښت درلود او اوس یې هم لري) . د الهي او نبوي ارشاداتو له مخي په هر مسلمان باندي لازمه ده چي د ا� �له تعالې لورته د رابلني لپاره د انبیاوو او مصلحینو او رېښتینو داعیونو کړنلاره تعقیب کړي ، په بېلابېلو ډګ� �ونو کي د ژوندانه له نوښت سره له خلګو سره د تماس نیولو په طریقو کي هم ډېر زیات بدلون راغلی دی ، په تېرو وختونو کي به د داعیونو ګرزندویه ډلي د خلګو د ناستي ولاړي  عمومي ځایونو ، جوماتونو او بازارونو ته ددې لپاره ورتللې چي هغوی د الله تعالی لورته راوبولي خو د عصري تکنالوژي او نویو پرمختللو وسایلو له کبله ددعوت کار هم بېله بڼه غوره کړي ده ،  نن ورځ داعي د رادیو او تلوېزیون له لاري ، د کتابونو د نشرته سپارلو له لاري ، د مجلو اوو رځپاڼو او کېسټونو د خپرولو له لاري ملیونونو انسانانو ته د الله تعالی پیغام آوروي ،   د الله تعالی لورته د دعوت  لپاره په ورته بڼه دا نړیوال  جال (Internet) هم د څو عمده وجوهاتو پر اساس تر ټولو غوره پرمختللي وسېله ده:  ۱ـ  په بېساري توګه  ددې نوي حیرانوونکي تکنالوژي لورته د خلګو زیات پام : نن ورځ دا نړیوال جال د هر هغه چا لپاره یو مرجع  ګرزېدلی دی چي غواړي د یوې ټاکلي موضوع په هکله څېړنه وکړي ، د هر زده کونکي � �پاره که هغه د مذهبي علومو وي او که د دنیوي علومووي یو د پناه ځای جوړ � �وی دی ، په تېرو وختونو کي د اسلام په هکله د بشپړو او صحیح معلوماتو را یو ځای کول د نړۍ په ګڼو هیوادونو کي یو مشکل کار ګڼل کېدو  خو نن ورځ وضعي بالکل تغیر موندلی دی اسلام د خلګو کورونو ، پوهنتونونو ، بلکه د هغوی مخصوصو اطاقونو ته ننوزي یو نېوزیلندی ځوان چي اسلامي نوم یې احمد دی وایې چی هغه درې کاله کېږي چي ددې نړیوال جال له لاري مسلمان شوي او پلاراومور یې د هغه په مسلمان کېدلو تراوسه لا نه دي خبر  یوه بله امریکایې پېغله چي اسلامي نوم یې جمیله ده وایې چي ددې جال له لاري مسلمانه شوي ده ، دا پېغله د اونۍ په درشل کي  د ورځي په مهال د کار په ځای کي ددې جال له پاڼیو ځخه اسلامي کتابونه چاپوي  او د اونۍ په پای کي د هغوی په کتنه  د ر خصتي په مهال ورځي اوشپې روڼوي یو مسلمان داعي وایې چي په هره اونۍ کي ګڼ شمېر لیکونه د نړۍ له ګوټ ګوټ ځخه ورته راځي چي په هغوی کي ځیني د لوېدیزو هیوادونو داتباعو وي چي د اسلام په هکله پوښتني او ګروېږني کوي .      ۲- ددعوت لپاره ددې وسیلې کم لګښت : که یو انسان د یوه وړوکي کتاب د چاپولو لپاره فکر وکړي نو په زرونو مبلغ لګښت به یې اټکل کړي او که همدغه کتاب ددې جال له لاري خپور کړي نو هیڅ د یادولو وړلګښت به یې نه وي ، نن ورځ زیات تره نړیوال شرکتونه بې لګښته چوپړ وهي چي د الله تعالی لورته داعیون له همدې چوپړ ځخه کار اخیستلی شي . 3- له دې وسیلې ځخه په ډېره آساني سره کار اخیستل : ددې جال له لاري د الله تعالی لورته بلل یو ډېر آسانه کار ده چي نه کورسونو او نه شهادتنامو..... ته اړتیا لري ډېرو وروڼو په ډېر لږ وخت کي په دې جال یا خو ځانته پاڼي جوړي کړي ،  یایې مرکې کړي او یایې لیکني خپرې کړي دي او ددې جال په هکله یې پوهنه دومره زیاته شوي چي نور خلګ یې له هغوی ځخه زده کوي ، ما هم  ډېر کم وخت کېږي چي دې ډګر ته مي را دانګلي او د الله تعالې رحمت ده چي اوس ددې لیکني له لاري له تاسي سره خواله کوم . ۴- دا جال په زیات ترو وختونو کي له خلګو سره د مستقیم تماس وسیله نه ده دا جال داعي ته وخت او مهلت ورکوي د مثال په توګه که هغه وېده وي یا م سافر وي او یا په څه کار مشغول وي نو هم خلګ د داعي له لیکنو او یادهغه له هغو پاڼیو ځخه ګټه اخېستلی شي چي په هغي کي داعي خپل دیني معلومات ځای کړي وي دا هغه خطیب امام او یا عالم ته ورته نه ده چي په مسجد کي خلګو ته دین بیانوي ځکه چي د هغه د خوب ، سفر او مصروفیت په وخت کي خلګ له هغه ځخه استفاده نشي کولی خو ارزښت یې په خپل ځای کي � �ته دی او وي به .  په همدې شکل که یو څوک درځخه مخامخ د یوه دیني مسالې پوښتنه وکړي او تاته د هغې ځواب معلوم نه وي نو ضرور به ورته وایې چي ماته نه ده معلومه خو که په دې جال یو څوک له تا ځخه پوښتنه وکړي نو هغه تاته ددې بشپړ مهلت او وخت درکوي چي د هغې مسالې په هکله معلومات را یوځای کړې او یا له یوه عالم ځخه پوښتنه وکړې او بیا هغه پوښتونکي ته ځواب ورکړې او داسي نور... ۵- ددعوت په ډګر کي ددې نړیوال جال وچکالي او � �ه هغه ځخه د استفادې اړتیا : د زیاتي خواشیني ځای دی که ووایم چي له دې جال ځخه د استفادې په ډګر کي نړیوال له مونږ ځخه ډېر پرمخ تللي دي اونن مسلمان داعیون په هغوی باندي د استفادې د مېتودونو د زده کولو کچکول ګرزوي او دا یو څ رګند واقعیت دی چي څوک سترګي نشي پرې پټولای او دایوه ځانګړي د بحٍث موضوع ده چي څېړلو ته اړتیا لري . نو راځۍ چي سر له نن ځخه هغه وروڼه چي له دې جال ځخه ریښتوني ګټه اخېستلي شي دا هوډ وکړو چي نور  مونږ هر لیکونکی د خپل استعداد سره سم لومړی د خپلو پښتنووروڼو لپاره هغه لیکني پېرزو کړو چي هم په دنیا او آخرت  کي هغوی ته یو د خوشحالي زېری ورکړي او هم مو آسماني رسالت او ددعوت مسئوليت چي د انبیاء كرامو دنده ده سرته رسولي وي  نن که مونږ مسلم انان او په تېره بیا پښتانه  په هر سرنوشت اخته یو دا زمونږ د پوهي طبقې  دمسئوليت د نه احساس زیږنده ده چي هغوی ته سپارلي شوي دندي یې  کماحقه سرته نه دی رسولی الله تعالی ته لاس په دعا یو چي هغه زمونږ تېروتني راوبښې او له مونږ ځخه زم ونږ د ستړي امت او ملت لپاره هغه کار واخلي چي هغه هم دا ځورېدلي او ځپلي  په پښو ودروي او هم د الله تعالی د رضا موجبات برابر کړي ( آمېن)    ",دنړیوال جال (Internet) له لاري د الله تعالی لورته بلل 4585, سلام فرهنګي ټولنه," د سلام فرهنګي ټولني اعتراض � �يک د افغانستان ، پاکستان او ائتلافي ځواکونو له لوري د جوړ شوې کميسون په نوم د هغې پريکړي خبر درسنيو له � �وري اورېدل کيږي ، چي د افغانستان او پاکستان پر پولو به اغزن سيم وغزول شي . تر هرڅه وړاندي ز موږ په باور د افغانستان او افغانانو پر زړه د پاکستان په ګټه د اغزن سيم غزو ل د قصاب هغه چاړه ده چي د افغانستان او افغانانو دخپلواک اوپتمن ژوند لپاره دپای ټکئ ايښودلای شي . خو داپوښتنه لا پر ځای پاته ده چي د دې چړې د کارولو واکمن څوک او د دې پريکړي تر شا به کومه ونډه او ويش منل شوئ او يا تپل شوئ وي ؟او د دې تر څنګ دا بنسټيزي پوښتني :  � �ومړۍ : بهرني ځواکونه افغانستان ته د مرستي لپاره راغلي او که په ګاونډيانو د افغانستان او افغاني خاوري د پلو� �لو لپاره ؟ دوهم : که دتروريزم مخه په اغزن سيم نيول کيدای شي ، غني او پر مختللي هېوادونه کولای شي د خپلو سرحدي کرښو څخه دا ډول اغزن سيم تاو راتاو کړي ، په هغه صورت کي د تروريزم پر ضد نړېواله مبارزه د هېوادونو د اشغال او نېواک ما نا نه لري ؟ دريم : که پر ډيورنډ کرښه د اغزن سيم غزول د سرحدونو د نښانې اورسمي تثبيت � �پاره وي ، او د افغان اولس د توافق پرته د ياد شوي کمېسون دا پريکړه پلي شي ، په هغه صورت کي به دا پريکړه رښتني حقوقي او سياسي ارزښت ولري ؟  زموږ په باورد ډيو رنډ پر کرښه د اغزن سيم غزول د ستونزو د حل لار نه ده ، دا � �ول اغزن سيمان نه د تروريزم مخه نيولای شي او نه د هېوادونو تر منځ پروت تاريخي کړ کيچ حل کولای شي .   افغان اولس ته په درنښت   د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب  پوهنوال رسول باوري  02.09.06 اسن ، هلند ", سلام فرهنګي ټولنه : ( اغزن سيم که د قصاب چاړه) 4586,," د افغانستان لوى څارنوال عبد الجبار ثابت پس له هغه چې نن يې د کابل د څرخى پله د جيل څخه ليدنه وکړه او له يو شميېر بنديانو سره يې وکتل له خبريالانو س� �ه د بنديانو حالت خواښونکى او دردونکى وباله او ژمنه يې وکړه چې په ٧٢ ساعتو کې به د لږ ترلږ ٢٥٠٠ بنديانو دوسيې چې د جنايى جرمونو په تور بنديان شوي دي ،وڅيړى . نوموړى د جزايى اجراتو قانون نيمګړى وباله او زياته يې کړه داسې بنديان شته چې ٥ يا ٤ کلونه يې له بند څخه تيريږي مګر لا تر اوسه يې برخه ليک نه دى مالوم .ده وويل ت� �اوسه ٣٠ تنه بنديان په ګوته شوي چې پرته له د ليل څخه بنديان شوي دي . د څرخى جيل کې د چارواکو په وينا دا مهال � �٥٠٠ جنايى بنديان ٤٥٠ دملى امنيت او ٦٩ ميرمنې چې ٤ يې بهرنۍ دي بنديان دي .ثابت وويل د بنديانو د دوسيو له پاره ٢٠ کسيز پلاوى ټاکل شوي دي او هغه څارنوالان به له کاره ګوښه کړي چې په دې اړوند يې قانونى اجرات نه دي کړي . ",ثابت :د څرخى جيل دبنديانوحالت دردونکى دي 4587,," د افغانستان پلازمينه کابل کې د اطلاعاتو او لوړو زده کړو وزيرانو او يو شمير نورو دولتى چارواکو په ګډون د تياتر دريم جشن جوړ شو ، چې يوه اونۍ به دوام وکړي او٤٣ډرامې به نندارې ته وړاندې شي .د تياتر په دريم جشن کې د المان ګويټه انستيتوت، د فرانسى فرهنګى مرکز،د ب� �تانيا فرهنګى شورا ،او کابل کې د امريکا سفارت مرسته کړى او د ١٢ ولايتونو د تياتر ډلو برخه اخيسته ده . ",دافغانستان تياتر دريم جشن جوړ شو. 4588,ب.بهیر وردګ," د روچستر  پوهنتون څیړونکو دکمپیوټري نوو پراسسرونو(Processors) په جوړولو لاس موندلی دی  چې کولای شي له ۳ زره ګیګا ه� �تزه یا ۳ تراهرتزه محاسباتي سرعت سره برابر د ډيرو چټکو ټوټو (Chips) تولید شونی کړي.د دې پوهنتون دکمپیوټري انجینرۍ پروفیسور مارک فلدمن اعلان کړی چې د بلستیک دیفلکشن ترانزیستور (BDT) په نامه نوې تکنالوژي کولای شي چې د فزیکي محدودیت له امله د ترانزیستورنو(Transistors) دکوچني کیدو د بهیر له ودریدو څخه مانع شي ځکه له دې تکنالوژۍ س� �ه تولید شوي ترانزیستورونه په اوسنیو پراسسرونو کی د ګټی وړ ترانزیستورونو برخلاف،د خاذني ظرفیت د لایې نه � �رونکي دي.په اوسنیو ترانزیستورونو کې ددې برخې شتون دهغوی د ډیر کوچنی کولو یو له مهمو خنډونو څخه دي .د دې پوهنتون دڅیړونکو په مټ په نوې تکنالوژۍ کې د (۲ ډي ګاز الکترون) په نامه له نیمه هادي موادو څخه جوړې یوې لایې څ خه ګټه اخیستل شوې ده چې د ترانزیستورونو په دننه کی د الکترونونو لیږد آسانه کويکه څه هم د بي ډي ټي (BDT) تکنالوژۍ پر بنسټ د دې ډول پراسسرونو د تولید خبره اوس یواځې په  نظري ډول مطرح شوې ده او دعمل پړاو ته نه ده � �اوتې.د دې تکنالوژۍ ځیني کارپوهان راتلونکی پړاو د ټوټو (Chips) جوړول ښیي.د یادونې وړ ده چی دامریکا د علومو ملي بنیاد د بي ډي ټي (BDT) ټوټو د لمړنیو بیلګو د جوړولو لپاره همدا اوس ۱.۱ ملیون ډالره د روچستر پوهنتون په واک کې ورکړي دي.   ",نوې تکنالوژي ،دڅوزره ګیګا هرتزی (GHz) پراسسرونو تولید شونی کوي! 4589,ب.بهیر وردګ," د تیګو (Teague) په ښار کې د مانیتورونو د نړیوال نندارتون په شپږم کار له پیل سره ،په دې حوزه کې فعال کوریایي شرکتونه هڅه کوي تر څو خپل محصولات مخکې � �ه مخکې نندارې ته وړاندې کړي.LG, Samsung SDI, Samsung Electronics او Philips LCD  شرکتونو دمانیتورنو (Monitors) دتولید په برخه کې خپلې وروستۍ لاسته راوړنې وړاندې کړې دي تر څو په دې ډول د کریسمیس په رخصتیو کې ډیر خرڅلاو را خپل کړي.د خپرو � �وو نښو نښانو پر بنسټ ،کیدای شي د جاپان،ټایوان،فرانسې،آلمان ،بریتانیا او امریکا په ګډون د نړۍ له لسو هیوادونو څخه ۱۴۰ شرکتونو په شاوخوا کې په دې نندارتون کې ګډون وکړي.اوس مهال سامسونګ کوریایي شرکت دنړۍ د م انیتورونو بازار په واک کې لري او همدا اوس اوس یې د ۱۷۰ انچو په کچه نوی LCD ټلویزون بازار ته ورپیژندلی چې دا ټلویزون د نړۍ د لویو مانیتورونو (Monitors) څخه شمیرل کیږی.   ",د نړۍ دمانیتورونو (Monitors) لوی نندارتون جوړ شو! 4590,," عبدالله پتمن/كابل د القاعده شبكې د دوهم مشر ايمن الزواهري پيغام خپور شو، دغه ويډيويي پيغام په يوه اسلامي انټرنيټي پاڼه کي خپور شوى دى. نوم وړي په خپل پيغام كي له ټولو غير مسلمانو څخه غوښتي چي د اسلام دين ومني.په کسيټ کي د اسلام د دين دعوت د يو ام ريکايې مسلمان ادم يحى جدعان په غږ کي خپور شوى دى. ",د ايمن الزواهري ويډيوي پيغام خپور شو 4591,," عبدالله پتمن/كابلد ملګرو م� �تونو په يوه خپاره شوي راپور کي ويل شوي دي چي د تېر کال په پرتله سږ کال په دغه هيواد کي 60 په سلو کي د کوکنارو په کښت کي زياتوالى راغلى دى، او دا د نړۍ له اړتيا څخه 30 فيصده  زيات دي. دغه سازمان ويلي چي د دې په قاچاق د حکومت لوړپوړي چارواکي هم لاس لري. ",ملگري ملتونه: په افغانستان کي د کوکنارو کر ډېر شوى دى 4592,," دهغه وسله والې جګړې په ترځ کې ،چې د خوست ولايت د يعقوبيو و� �سوالۍ کې ددوو وسله والو ډلو ترمينځ د يوې غرنۍ سيمې په سر رامينځ ته شوې ده ، ٤ تنه ټپان شوي دي . خوست کې د پو� �يسو مشر د جګړې پخلۍ کوي اووايى يو شمير ځواکونه يې سيمې ته استولى تر څو جګړه ماران ونيسى . ",خوست کې ٤ تنه ټپيان شوي 4593,," د ايساف په يو خپره شوې پاڼه کې راغلى چې د کندهار د ژړى او پنجوايى ولسواليو کې به د فوځى عملياتو ترڅنګ د بيا رغاونى او د خلکو سره د مرستې لړۍ هم پيل شي او دغه عمليات به د يو څه مودې له پاره دوام ومومى . پاڼه وايى دغه ګډ عمليات د طالبانو د مشرانو د نيولو په موخه پيل شوي او د يوې مياشتې په اوږدو کې ورته تيارۍ نيول شوي وو. ",دژړى او پنجوايى عمليات به دوام ومومى 4594,ب.بهیر وردګ,"   په راتلونکې اونۍ کې به د سوني (Sony) شرکت خپل هغه لپ ټاپ (Laptop) کمپیوټرونه چې په هغه کې د کلک ډیسک (Hard Disk)  په ځای د فلش حافظې ځای په ځای شوې ،بازار ته وړاندي کړي.له څه مودې را پدیخوا کارپوهانو دفلش له حافظې سره د هارډډیسکونو د ځای نیوونې په هکله وړاندویینه کړې وه.له هارډډیسکونو سره په پرتله د فلش حافظه سپکه ،بی غږه،چټک او کم لګښته ده او د خوځنده ټوټو د نه لرلو له امله د هغوی د ژوبلیدو احتمال ډیر کم دی.که څه هم له هارډډیسک سره په پرتله، د فلش د حافظی د هر ډول بیه لوړه معلومیږي خو بیا هم د دې حافظې د بیې دکموالي بهیر په داسې ډول دی چې د سوني په ډول دځاني کمپیوټرونو (Personal PC) ځیني تولیدوونکي د فلش له حافظې سره د هارډډیسکونو بدلون پیل کړی دی.په پخوانیو � �ولونو کې د Vaio UX90 په نامه د سوني  (Sony)نوی لپ ټاپ د ۳۰ ګیګابایټي (GB) هارډډیسک په ځای د ۱۶ ګیګابايټي فلش حافظې لرونکی دی او له دې سره سم د هارډډیسک لرونکي لپ ټاپ په پرتله یې بیه د ۳۴۰ ډالرو په شاوخوا کې زیاته ده او بیه یې ۱۸۰۰ ډالره اعلان شوې ده.   ",بازار ته به له هارډ ډیسک (Hard disk) پرته لپ ټاپونه (Laptops) راځي! 4595,ب.بهیر وردګ,"   څه موده مخکې دمایکروسافټ شرکت له انټرنیټي غلو ،په ځانګړي ډول له Phisher سره مقابله پیل کړې وه چې خپلې موخې ته ورسیدل او پایله یې ترلاسه کړه.دامریکا د آیووای ایالت استوګن ۲۳ کلن جیسون هریس  چې د خلکو لپاره د هغوی د مالي اطلاعاتو د غلا � �پاره بریښنالیکونه لیږل ،جیل ته په ۲۱ میاشتو زنداني کیدلو او ۵۷ زره امریکایي ډالرو باندې محکوم شو.نوم وړی د یوه تقلبي مالي ویب پاڼې په جوړولو سره چې په ښکاره له MSN سره تړلی بریښیده او په مایکروسافټ پورې تړلي ګ� �ونوال یې د دې ویب پاڼې له لارې د بریښنالیک په لیږلو سره هغوی یې د خپلو مالي اطلاعاتو په افشا کولو باندې هڅو� �. د دې غله عمده فعالیتونه په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو کې سرته رسیدلي دي او نوموړی د مایکروسافټ او FBI په مرسته نیول شوی دی.مایکروسافټ وایي چې د دې نوښت په سرته رسیدو سره یې تراوسه وکولای شوای چې ۴۷۰۰ د Phishing ویب پاڼو م خه ونیسي.   ",مایکروسافټ (Microsoft) یو انټرنیټي غل جیل ته واچاوه! 4596,," دهغو ګډو فوځى عملياتوپه ترځ کې چې پرون د کندهار د پنجوايى ولسوالۍ کې پيل شوي تر اوسه پورې تر ٢٠ تنو ډير طالبان وژل شوي دي . د ناتو دځواکونو يو وياند تورن � �وکان خبرى رسنيو ته وويل چې ددغو فوځى عملياتو په بهير کې افغان او نړيوالو ځواکونو ته زيان نه دى رسيدلى .دغه عمليات دافغان او ناتو د ځواکونو له خوا په ژړى او پنجوايى ولسواليو کې پيل شوي ، چې له امله يې ګڼ شمير اوسيدونکى په وتو له خپلو کورونو څخه اړ شوي دي.د وياند د وينا له مخې عمليات دوام لري . په سيمه کې عينى � �اهدانو بينوا ته وويل چې د استوګنې يو شمير کورونه بمباري شوي او ولسى وګړو ته هم مرګ او ژوبله اوښتې ده .له بل لورى يو طالب وياند دا نه منى چې طالبانو ته درنده مرګ او ژوبل رسيدلې . ", ناتو:کندهار کې ٢٠ تنه طالبان وژل شوي 4597,," په کابل ښار نن سهار يو توغندى ويشتل شوي او ددغه ښار د جنايى جرمونو د څانګې مشر على شا پکتياوال په وينا دغه توغندى د کابل ښار د بى بى مهرو په غونډى � �ګيدلى او هيڅ ډول تلفات او زيان نه لري . د نوموړى په وينا توغندى د کابل له جنوب ختيځى برخې څخه توغول شوي دي . علي شاه دا هم ومنله چې تير ماښام هم يو توغندى د کابل ښار د اتمې ناحيې په سيمه کې پريوتى ، چې مرګ او ژوبله نه � �ري. ",کابل ښار پرون او نن په توغنديو ويشتل شوي 4598,," د عراق د کورنيو چارو وزير موفق الربيعى نن خبر ورکړ چې څو ورځې وړاندې يې په عراق کې د القاعده دويم کس حامد جمعه السعيدى د بعقوبه ښار په شمال کې په يوه ودانۍ کې نيولى دي . د نوموړى له نيولو وروسته د الربيعى په وينا ددغه شبکې ٢١تنه مړه يا نيول شوي دي.     ",عراق کې د القاعده دويم کس نيول شوي 4599,قدوسي سلیمانخېل," (۳۸)   هرانسان په خپل دوست پيژندل كېږ ي كله چي الله تعالى انسان ته د خير اراده وکړي هغه ته د نيكانو اوصالحو ملګرودانتخاب تو فيق ور نصيب كړي او چي چا ته ئي د خير اراده نه وي كړي هغه ته د اشرارو او بدانو، بيدينو او د هوا او هوس د غلامانو،  د مبتدعينو او دشيطان د پيروانو مينه او ناسته ولاړه ور په نصيب كړي . عن أبي ه� �يرة قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  المرء على دين خليله فلينظر أحدكم من يخالل .  (مسند الامام أحمد) له ابوهريره رضي الله تعالى عنه ځخه روايت شوی دي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل : نارينه د خپل دوست په عاداتو او اخلاقو باندي وي ستا سو هريو د وګـوري چي د چا سره ئي آشنائي او خپ� �وي ده . ملحوظة:   كلمتاالدين والخلق قد يعبر عن واحدة منهما با� �اخرى كما يقول  عبدالله بن عباس رضي الله تعالى عنهما في تفسير  (وانك لعلى خلق عظيم ) أي على دين عظيم  وكما يقال الناس على دين ملوكهم أي اخلا� �هم واخذ من الدين كلمة ديدن أي العادة    (التفاسير) عبد الله بن  عباس رضي الله تعالی عنه ددې آیت کریمه (وانك لعلى خلق عظيم ) په تفسېر کي فرمایې چي ددین له توري ځخه په اخلاقو تعبیر کېږي او کله له اخلاقو ځخه په دین سره تعبیر کېږي له دې تفسېر ځخه دا معلومه شوه چي دین او اخلاق دوه مترادف (یوه معنی لرونکي) توري دي  . په دې اساس ویلای شو چي د اسلام دین د اخلاقو نوم دی او اخلاق ددین نوم دی  . شاعروائي عن المرء لا تسأل وسل عن قرينه  ...............................................   فـكل قـرين بالمقـارن يقـتدى د سړي پوښتنه مه كوه د ملګري پوښتنه ئي كوه ځكه چي هر څوك د خپل اشنا په قدمونو پلونه ږدي .  او پښتانه وائي : چي ووسي په خوی به د هغوی شې ، يعني چي له چاسره ستا ناسته ولاړه وه د هغه خويونه به په تاكي هم پيدا كېږي او د هغه کریکټر به خپلوې او كه نشي پيدا هم خلګ به د په هماغه خوي متهم كوي كوم چي ستا په ملګري كي وي . وصِل الكرام ولو أتوك بجفوة ............................................   فالصفح عنهم بالتجاوُز أصوب واختر قرينك واصطفيه تفاخراً ..............................................  إن القرين إلى المقارن ينسبُ له ښو خلګو سره خپلوي پاله كه څه هم كله ځيني خفه شي له ښو خلګـو ځخه درګ� �ر ډېر ښه كاردی ښه ملګري خوښوه او په خوښولو یې ویاړ اوفخر کوه ځكه چي د يوه ملګري بل ملګـري ته نسبت كېږي . أعز مكان في الدنى سرج سابح .....................................................................  وخير جليس في الزمان كتاب عزت من ځای په دنيا كي د آس ځين دی او ښه ملګری په دې وخت كي كتاب دی . (۳۹)   دناپوهانو له ملګرتيا ځخه ځان ساته ځكه چي نا پوه سړی ځان ته ګټـه نشي رسولای او غالباً په خپل نقصان  او دځان په تاوان كي ساعي وي  نو بل چا ته به څه ګټه ورسوي او بل به ورځخه د څه خیر تمه وکړي بل دا چي ناپوه انسان  د خير او شر ، د ګټي او تاوان ،  د ښه اوبد تميز نشي كولای  كله خو به ستانيكي او احسان بد ګڼي او بيا چي كله وغواړي د هغه په ګمان تاته خير ورسوي ضرربه درته رسوي او دی به ئي خير بولي  بل دا چي كه ته هرڅـومره پوه ئي د ناپوه په ملګرتيا ته هم ناپوه ښکارېږي ځكه چي لکه څرنګه چي مو مخکي وویل دوست په دوست پـېژندل كېږي . وعن أنس رضي الله عنه قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  مثل الجليس الصالح كمثل صاحب المسك إن لم يصبك منه شيء أصابك من ريحه ومثل الجليس ا� �سوء كمثل صاحب الكير إن لم يصبك من سواده أصابك من دخانه (أبوداوود و النسائي) له انس رضي الله تعا� �ى عنه ځخه روايت دی چي رسول  الله صلى الله عليه وسلم فرمائي : دنيك ملګري مثال د عطر پلورونکي دی كه څه ځيني لاسته نکړې او وایې نخلې خوشبوئي خو به ئي ضروردرشي اود بد ملګري مثال د ټټار او پښ دي كه ئي جامي در توري نكړي دوګی خو به ئي ضرور تا وځوروي . دا مثال د ناپوه ملګري هم دي . قال أبو � �ر رضي الله عنه قال رسول الله صلى الله عليه وسلم الوحدة خير من الجليس السوء و الجليس الصالح خير من الوحدة (مسند الشهاب) ابوذررضي الله تعالىعنه فرمائي :  چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمائي تنهائي تر نا اهل ملګري ښه ده او نيك ملګري تر تنهائي ښه دی . علي بن ابي طالب كرم الله وجهه فرمائي : لا تصحب أخا الجهل  ...................................................................................  وإياك وإياه فكم من جاهل أردى  ................................................................................ حليما حين � �خاه يقاس المرء بالمرء   ................................................................................  إذاماالمرءماشاه وللشىء من الشىء ..................................................................................  مقاييس وأ� �باه وللقلب من القلب  ....................................................................................  دليل حين يلقاه له ناپوه سړي سره مه ملګري كېږه او ډېرځان لېري ځيني ساته او هم ئي له ځانه لېري ساته ،  له ناپوهانو سره چي غالباً حليم او بردباره سړی وروروالي كړي ده اخير ئي هلاك كړی دی ،   د نارينه معلومات هلته كېږي چي په څنګ كي یې بل نارينه ورسره روان وي ،  د هرشي � �پاره مقیاس ، پېمانه او ترازو وي  ، او دنسان دپېژندلو ترازو د هغه انډېوال دی ،   زړه په زړ ه آئينه وي كله چي يو له بل سره مخامخ شي . له ځینو پوهانو ځخه ن� �ل شوی دی هغوی فرمائي : العدو العاقل خير من الصديق الجاهل وقد قيل إن العدو العاقل أقل ضررا من الصديق الجاهل فإن الصديق الجاهل يضرك من حيث يقدر أنه ينفعك.  (مفتاح دارالسعادة) هوښياردښمن تر ناپوه ملګري غوره دی بل دا چي د هوښيار دښمن ضررتر ناپوه ملګـري كم وي ځكه چي ناپوه ملګری پوره كوشش  او اخلاص كوي چي د هغه په اټکل خیر خو په حقیقت کي ښه او پوره ضرر د� �ته ورسوي دا ځكه چي دهغه دا بشپړ باور وي چي ګټه درته رسوي . دعربي ادب په كتابونو كي دناپوه انسان د تمثيل لپاره  يوه واقعه ذكرشوي ده چي زه ئي صرف  پښتو ژباړه وړاندي كوم وائي چي يوه سړي يو بيزوګی پاللي وو او بيزوګی په دې خپل مالک ډېرګران وو، په سفر او اقامت کي به دا بېزوګی له ده سره ملګری وو، او له ده سره هم دبيزوګي داسي بي كچه مينه وه چي كله به هم نه  ورځخه بېلېدلو ، د الله تعالی شپې ورځي تېرېدلې يوه ورځ داسړی اړ بېزوګی په سفر روان شولو له زیات مزل ځخه وروسته چي کله ټکنده غرمه شوه د ستوماني او ګرمي له وجهي د يوي وني تر سيوري لاندي دا سړی ويده شو او بيزوګی تر سرْورته کېناست ، خو چي كله داسړی په خواږه  خوب ويده شو په مخ ئي يو مچ كيناستلو بيزوګی له خپل مالک سره د همدردي په اساس هغه مچ دوه درې ځلي وشړلو خو د مچ دا عادت وي چي د يوځاي ځخه ئي ته شړې بيرته په هماغه ځاي  كيني خو مچ باربار د  هغه سړي په مخ كيناستلو بيزوګی ئي بالاّخره په شړلو ستومانه  شولو او غصه ورغله او وئي كتل چي يوه لويه ډبره پرته ده هغه ئي راواخيستله او مچ چي د سړي په پوزه ناست وو هغه ئي پرې وويشتلو ددي په ځاي چي د نازولي بادارخوب ئي خراب  نشي له مچ سره ئي د هغه مخ ور خوړيت كړ ، په وينو كي ئي لت پت كړ او په ابدي خوب ئي ويده كړد ناپوه انسان مينه او همدردي غالبا همداسي وي . بل دا چي د تجربې له م خي له ناپوه او جاهل انسان سره چي هرڅومره نيكي او احسان وكړې هغه ئي احسان نه بولي كله به وائي ومي غولولو او كله بيا وائي چي راځخه ووېرېدلو اوكله به دا احسان په تا باندي د خپل ځان لازمي حق بولي خو مقصد دادی چي كله هم ددې احساس نه كوي چي ښه د راسره وكړو او مننه در ځخه وکړي اونه به کله هم دا توقع ځيني ساتې خوسرچپه د ځان ته بلا ځيني جوړه كړه او تل به ستا د ايذا او ضرر به سوچ كي لاهو وي دا تجربي مونږ  وكړې او د سر په سترګو مو وليدل . وذكر ابن عبد البر خمسة أشياء أضيع شيء في الدنيا سراج يوقد في الشمس ومطر وابل في أرض سبخة وامرأة حسناء تزف إلى عنين وطعام يستجاد ثم يقدم إلى  شبعان ومعروف تصنعه عند من لا يشكرك. ابن عبد البر (رح) چي یو لوی محدث تېرشوی دی او زیات تصنیفونه لري وایې : پنځه شيان په دنيا كي زيات ضائع او پالتودي : په ختلي لمر د څراغ لګول ، په تروه زمكه كي د تيز او ګڼ باران او� �يدل  ،  بي شهوته سړي او یا نرښځي ته د ښائستې پېغلي واده كول ،  او موړ انسان ته د ښه خوراك اېښودل ،  اوله هغه چاسره اح سان كول چي ستا شكريه نه اداكوي . شاعر وائي: إذا أنت أكرمت الكريم ملكته ............................................................  وإن أنت أكرمت اللئيم تمردا له عاقل او اصيل انسان سره چي ښه وكړې لكه په قيمت چي د واخيستلو اوله ناپوه او له كم اصل انسان سره چي د احسان وكړ ځان ته د بلا ځيني جوړه كړه درباندي مسلط شي . يو بل شاعر وائي: سَقام الحرص ليس له � �فاء   ...................................................................    وداء الجهل ليس له دواء د حرص د ناروغي كوم علاج نشته او همداراز د ناپوهي د رنځ هم كومه دوا ن� �ته .  اوبل شاعر وائي: لكل داء دواء يستداء به   ...........................................................   الا الحماقة أعيت من يداويها د هري بيماري لپاره دوا شته چي د هغي بيماري علاج ورباندي وشي له حماقته او ناپوهي ځخه پرته چي دې ناروغي خپل معالجين ستومانه كړي دي . ومن البَليّةِ عذْلُ من لا يرْعوي ......................................................  عنْ جَهلِهِ وخطابُ من لا يفهمُ دا يو � �وی آزمېیښت دی چي هغه څوك ملامت كوې چي له خپلي نا پوهي ځخه نه را ګرځي او يا هغه چاته خبري كوې چي هغه ستا په خب� �ه نه پوهېږي . رأيتُ العزَّ في أدب وعقلٍ  ........................................................  وفي الجهل المذلّة والهوانا ما عزت په اخلاقو او علم كي موندلی دی او په جهالت او ناپوهي كي تل ذلت او سپكاوی وي .  متنبي وائي: ومنْ ذا الذي يَدْري بما فيهِ من جهْل ..................................   يرى النّاس ضلالاً وليْس بمهتدِ ناپوه خو هغه څوك دی چي د خپلي ناپوهي په وجه نه په خپله په لاره برابر وي او نور خلګ هم بې لاري ورته ښکارېږي .           إذا نطق السفيه فلا تجبه ...........................................................  فخيرٌ من أجابته السكوت نا پوه سړی چي خبري كوي جواب مه یې وركوه د جواب تر وركولو د پټه خوله بهتره ده .  پښتانه په داسي ځای کي وائي چي تر جواب ئي نه جواب غوره ده . امام شافعي رحمه الله تعالى علیه فرم ائي: قالوا سكت و قد خوصمت قلت لهم .......................................   ان الجواب لباب الشر مفتاح والصمت عن جاهل أو أحمق شرف  ....................................  وفيه ايِضا لصون العرض اصلاح ماترى الأسد تخشى وهي صامتة.....................................  والكلب يخسى لعمري وهو نباح دوی � �اته وويل چي جګړه درسره كېدله او ته خاموښ ورته ولاړ وې ؟  ما ورته وويل چي له ناپوه سره جواب ويل د شر ددروازې كلي ده ،  دناپوه او احمق په مقابل كي سكوت كول شرف دی او په دې كي د خپل عزت ساتنه ده ، ته نه ګوري چي له زمريگ ځخه هرڅوك وېرېږي او هغه خاموش وي او سپي چي تل غپېږي تل په ډب� �و ويستل كېږي . يصيب وما يدري ويخطى وما درى ....................................  وكيف يكون الجهل إلا كذالكا كله بې پامه سم كاروكړي او كله بيا بي پامه غلط كار وكړى دی پرې خب� �نه وي ناپوهي خو همدغسي وي . (۴۰)   دمسلمان ورور لپاره د عذر تلا� � دملګرتيا او اسلامي ورووالي له حقوقو ځخه يو داهم دی چي مسلمان د خپل مسلمان ورور عيبونو ته ښه جامه ور اغوندي او كله چي له هغه ځخه ګيله من شي او يا له  هغه ځخه دده خفګـان اسباب و� �ته پيداشي نو معذورد ئي ګڼي . عبدالله بن محمد بن منازل (رح) وائي: المؤمن يطلب معاذير إخوانه والمنافق يطلب عثرات إخوانه. (شعب الايمان) مومن د خپلو مسلمانانو وروڼـو لپاره د عذر تلاش كوي اومنافق د وروڼو د عيبونو تلاش كوي .   حمدون  قصار(رح) وائي: إذا زل أخ من إخوانكم فاطلبوا له سبعين عذرا فإن لم تقبله قلوبكم فاعلموا أن المعيب أنفسكم حيث ظهر لمسلم سبعون عذرا فلم تقبله. .(شعب الايمان) كه ستاسو د يوورور ځخه څه خطا وشي نو تاسي اويا(70) عذرونه ورته تلاش كوي  او كه ستاسي زړونودا عذرونه نه منل نو پوه شۍ چي نقصان  دتاسي په خپلو ځانونوكي دي چي د مسلمان اويا عذره ورته ښكاره شول او بيا ئي هم نه مني .  شاعر وائي: أحبّ الفتى ينفي ا� �فواحش سمعه  .........................................................ږ  كأنَّ به عن كل فاحشةٍ وقراً سليم دواعي الصبر لا باسطا أذي.....................................................   ولا مانعاً خيراً ولا قائلا هجرا اذا ما أتتْ من صاحب لك ز� �ة..............................................................   فكن أنت محتالا لزلّته عذرا زما هغه ځوان  خوښ دی چي له هري بدي خبري ځخه ئي غوږونه كاڼه وي ، زړه ئي روغ وي ، دصبر خاوندوي، ضرر ئي چاته نه رسېږي ، په هرچا ئي خير لورېږي اوله چا سره اوږد خفګان نه ساتي نو چي كله هم ستا له يوه ملكګري ځخه خطائي وشوه د عذر يوه حيله ورتــه جوړوه . بل شاعر وائي: فدعه ولا تحزن بلومك فعله.......................................................................... لعلّ له عذراً وأنتَ تلوم پرېږده ئي او مه خفه كېږه او مه ئي ملامت كوه كيدای شي هغه يو عذر لري او ته ورباندي خبر نه ئي او په ناخبري ئي ملامتــوې  . لو كنتً تعلم ما أقول عذرتني   .........................................................  أو كنتُ أعلم ما تقول عذلتكا لكن جهلتَ مقالتي فعذلتني  ..........................................................   وعلمتُ أنك جاهل فعذرتكا كه تاته هغه څه معلوم وای چي زه ئي وايم  زه به د معذورګڼلی وای او كه ماته معلوم وای چي ته څه وائي ګـرم كړی به مي وای ،  ليكن زما په خبره پوه نه شوي ځكه د ملامت كړم او زه په دي پوه شوم چي ته نا پوه ئي نو ځكه مي معذور وګڼلې . يو بل شاعر وائي: سامح صديقك إن زلَّت به قدمٌ  ...........................................................  فليس يسلم إنسانٌ من الزّللِ كه ستا د ملګري پښه وښوهېږي  بښنه ورتـه كوه  ځكه چي  يو انسان هم له ګناهونوځخه پاك نه دی . همداراز په خپل مسلمان ورور له بدګماني ځخه ځان ساته او  چي تر څو يقيني شواهد او اسناد موجود شوي نه وي په یواځي شك په هغه مه بدګم انه كېږه او بد ګمانيگ د بداخلاقي نښه ده . متنبي وائي : إذا ساءَ فعلُ المرءِ ساءَتْ ظنونُه .............................................................   وصدّقَ ما يعتَاده منْ توهّم ِ چي كله هم د یوچا خوي بد شي ګمانونه ئي هم بدشي او د هر توهم او وسواس تصديق كول ئي عادت جوړ � �ي. (۴۱)     که ستا مسلمان ورور عذر وړاندي کوي هغه م نه اوبل د ملګرتيا له حقوقو ځخه يو داهم دي چي د ملګرو په مېنځ کي ضرورګیلې راځي کله یو خفه شي او کله بل خوكه ستا مسلمان ورور د تا د خوشاله کولو په خاطرعذر درته وړاندي كړي خواه كه هغه په دي عذر كي رېښتونی  وي اوكه درواغجن وي كه په حق وي او كه په ناحق ته به ئي منې ځكه چي رسول الله صلى الله ع� �يه وسلم فرمائي: عن جابر رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم من اعتذر إليه � �خوه المسلم فلم يقبل عذره جاء يوم القيامة وعليه مثل ما على صاحب مكس يعني العشار (المطالب العالية) له جابر رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل : چاته چي د هغه مسلمان ورور معذرت وړاندي كړ او قبول ئي نه كړیعني د هغه عذر یې ونه منلو د قيامت په ورځ به راشي او دومره ګناه به ئي وي لكه د هغه چا چي له دكاندارانوځخه  ناحق ماليت او بته وصول كوي (چي هغه هم ددكاندار عذر او مجبوریت نه مني)(الترجمة من المرقاة) .او په بل حديث شريف كي راځي چي بته خور به جنت نه ننوزي . عن ابن عباس قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ألا � �نبئكم بشراركم قالوا بلى إن شئت يا رسول الله قال إن شراركم الذي ينزل وحده ويجلد عبده ويمنع رفده (أي عطاءه) ألا أنبئكم بشر من ذلك قالوا بلى إن شئت يا رسول الله قال من يبغض الناس ويبغضونه قال أفلا أنبئكم بشر من ذلك قالوا بلى إن شئت يا رسول الله قال الذين لا يقيلون عثرة ولا يقبلون معذرة ولا يغفرون ذنباً قال أفلا أنبئكم بشر من ذلك قالوا بلى يا رسول الله قال من لا يرجى خيره ولا يؤمن شره (الطبراني وغيره) له ابن عباس رضي الله تعالى عنهما ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل : آيا زه تاسو ته بدترين د خ� �ګو درْوښيم ؟ صحابه ْوو ْوويل هو يارسول الله كه ستا خوښه وي رسول الله صلى الله عليه و سلم ْوفرمايل :په خلګو كي ډير بد هغه څوك دی چي يواځي راځي(یعني ملګری نلري)  او خپل غلام یا مزدور او چپړاسي وهي او خپله وركړه او صله رحمي قطع كوي  بيا رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل چي له دې ځخه هم بدترين د خلګو دروښیم؟  صحابه وو وويل هو يارسول الله؛ كه ستا خوښه وي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل : هغه څوك چي دده خلګ بد اېسي او د خلګو دی بد اېسي، بيا رسول الله صلى ا� �له عليه و سلم ْوفرمايل : چي له دې ځخه هم بدترين د خلګو دروښیم؟  صحابه وو وويل هو يا� �سول الله كه ستا خوښه وي  رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل : هغه څوك چي نه خطا بښي او نه عذر قبلوي او نه ګناه معاف كوي بيا رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل : چي له دې ځخه هم بدترين د خلګو دروښیم؟  صحابه ْوو ْوويل هو يارسول الله كه ستا خوښه وي رسول الله صلى الله ع� �يه و سلم وفرمايل : هغه څوك چي نه د خير تمه ورته كېږي او نه ئي له شر ځخه ځان ساتل كېږي . عن أبي ه� �يرة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: عفوا عن نساء الناس تعف نساؤكم وبروا آبائكم تبركم � �بناؤكم ومن أتاه أخوه متنصلا فليقبل ذلك منه محقا كان أو مبطلا فإن لم يفعل لم يرد على الحوض (الحاكم) له ابوهريره رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : تاسي د خ� �ګـو له مېرمنوځخه پاك لمني شۍ ستاسو ښځـي به پاك لمني شي له خپلو پلرونو سره ښه سلوك او احسان كوۍ ستاسو زامن به له تاسو سره ښه سلوك او احسان كوي او چاته چي د هغه وروردهغه د خوشاله كولو لپاره راغی او عذرئي ووتيلو  د هغه عذر د ومني كه په حق وي او كه په ناحق او كه ئي ونه منلو د حوض كوثر اوبه به ونه څ ښي . شاعر وائي: اقبل معاذير من يأتيك معتذر.............................................................   إن بر عندك فيما قال أو فجرا فقد أطاعك من أرضاك ظاهره .....................................................   وقد أجلك من يعصيك مستترا د هغه چا عذر ومنه چي عذر درته راوړي كه هغه ستا په غياب كي ښه وئيلي وي او كه بد خو څوك چي تا مخامخ خوشاله كوي ستا فرمانبرداري ئي كړي ده چي په غياب كي د نافرماني كوي هغه ئي هم ستا احترام كړی دی . يوبل شاعروائي : قيل لي قد أساء لك فلان ................................................................  وم� �ام الفتى على الذل عار قلت قد جاءنا فأحدث عذرا .......................................................................  ديـة الـذنـب الإعتـذار چاراته وويل چي فلاني بد درسره كړي دي او ځوان چي سپكي ته سر ټیټ كړي  دا پـيغور دی ما ورته وويل: راغی او عذر یې وړاندي كړ اوعذرويل د ګناه ديت او فديه ده . ",په اسلام کي د ملګري حقوق او د ملګرتیا اصول او آداب(د پای څلورمه برخه) 4600,قاضي محمدحسن حقيار," قاضي محمدحسن حقيار ددين داحکامو زده کړه په هر مسلمان نارينه وي او که ښځينه يو شان فرض ده . الله جل جلاله دواړه ډلې مکلفې کړې دي چې ددين هغه ضروري احکام چې په ورځني ژوند کې  ورته اړتيا پېښېږي ياد او زده کړي. کوم آياتونه او احاديث چې دعلم په فرضيت دلالت کوي ټول ددې خبرې دليل او ددې دعوې  ثبوت دي   او هر څوک چې په کوم ديني حکم نه پوهېږي او بيا هم پرې  ځان نه پوهوي يا په دې هکله ځانته شرم او ننګ دروي نو دا ګنهګار دى، ځکه چې  الله جل جلاله خپ� �و بنده ګانو ته امر کوي چې (فاسئلوا اهل الذکر ...) يعنې دپوهې له خاوندانو څخه وپوښتئ که چېرې تاسې نه پوهېږئ، نو دالله جل جلاله ددې حکم او دا ډول نورو اوامرو پر اساس دديني مسايلو زده کړه په هر نارينه او ښځينه فرض ده او په هر مسلمان لازم ده چې په دې هکله هېڅ شرم او ننګ ونه کړي. يعنې دديني مسايلو په زده کړه کې شرم او عار ته هېڅ  ځاى نشته دى او که څوک په اسلام کې لږه مطالعه هم ولري او په ځانګړي ډول که چا احاديث او فقه لوستې  وي نو هغه په دې پوهېږي چې ددين په زده کړه کې شرم نشته دفقهې  او حديثو معتبر  کتابونه له داسې مسايلو ډک دي او داسې م سايل په کې په خورا مفصل ډول تشريح شوي دي چې ښايي ځينې به يې ځانته شرم بولي که دداسې مسايلو يادول شرم وي او يا دداسې مسايلو ليکل ياروښانول له اخلاقو سره سمون ونه لري نو زموږ ددين امامانوبه هيڅکله هم نه ليکل او نه به يې لوستل .که دداسې مسايلو يادول يا رانقلول  شرم وي نو نارينه و صحابه و او ښځينه و صحابه و او په ځآنګړي ډول امهات المومنين ( رض ) او په خپله رسول اکرم صلى الله عليه وسلم به نه بيانولى او نه به يې په مفصل ډول ددې مسايلو روايت کاوه .  په خپله درسول الله صلى الله عليه وسلم او دهغه صلى ال� �ه عليه وسلم دمبارکو صحابه و  دحيا  دبېلګې  له راوړلو څخه  دانسانيت تاريخ بلکل عاجز دى نو آيا ددې مسايلو په يادولو او بيانولو نغوذ بالله من ذالک دهغوى په هکله حتى دبې حيايۍ تصور هم کېدلى شي ؟ ايا هغوى نعوذ بالله من ذالک القول بې حيا وو؟ايا زموږ دحيا قوه ترهغوى  ډېره ده ؟ نه هېڅکله هم نه. نو بيا دې زموږ مسلمان وروڼه او خويندې ميندې درسول الله صلى الله عليه وسلم، امهات المؤمنين، نورو جليل القدره صحابه و او تابعينو په پل پل کېږدي او دديني مسايلو په زده کړه کې دې هېڅ شرم نه محسوسوي. اسلام پوښتنه کول عيب نه بولي خو ناپوهي عيب بولي او داسلامي شريعت په تطبيق کې هم په اسلامي ټولنه کې دناپوهۍ عذر ته اعتبار نه ورکول کېږي زموږ ډېرې دينداره خويندې ميندې او وروڼه همدې غلط احساس له دين څخه پردي کړي دي او د  جها  لت او ناپوهۍ په زولنو کې يې ګير کړ ېدي . له بده مرغه چې د بې سوادۍ او ناپوهۍ دبلا وزرې خو زموږ په ټولنه کې تر بلې هرې ټولنې زياتې خپرې دي او په ځانګړي ډول په اوسني وخت کې خو زموږ دټولنې با سواده او لوستوالې ښځې  سلنه کې هم نه راځي او بيا له دې سره چې ددين په احکامو  کې دحيا او شرم خيال هم له دې بد مرغۍ سره يو ځاى شي نو خبره بلکل خرابه او له بد  هم بدتره شي .الله (جل جلاله) چې يو انسان د يو کار په ترسره کولو مکلف کړى  دي يا يې دکوم کار له کولو منع کړى دى نو ددې مسئلې دشرعي حيثيت زده کول يې هم پرې فرض  کړي دي او ددې مسئلې بيانول او يادول بيا نه يواځې دا چې شرم او حيا نه ده ، بلکې فرض او � �ازم دي  ځکه چې موږه مسلمانان يو ، دژوند هرې برخې او هر کار لپاره مو حدود او چوکاټ اسلام ټاکي همدارنګه دهغو مسايلو حدود او چوکاټ هم اسلام ږدي چې بيانول يې لازم نه دي يا په بل عبارت  دا به هم راته اسلام وايي چې په فلانۍ مسئله کې له دې زيات تفصيل او بيان په کار نه دى. که څوک يې بيا هم تفصيل   يا اوږدېدل غواړي نو هغه سړى  بې شرمه او ګنهګار دى . اسلام په خپله دشرم او حيا دين دى حيا دايمان ((نيمه)) برخه ده  او بې حيا انسان له نيم ايمان څخه بې برخې او محروم دى ،رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي  (( کله چې حيا نه درځي نو څه دې چې زړه غواړي کوه يې )).پخپله رسول الله صلى الله عليه وسلم ډېر حياناک شخصيت و خو لکه چې دمخه مو وويل ددين زده کړه يا بل چاته يې ورښودل هغه چې اسلام يې دزده کړې او بل ته دښودلو اجازه کړې وي لکه    جنسي مسايل، حيض، نفاس... دا که هر څومره چاته دشرم خبره ښکاري خو يادول يې بې حيايي نه ده ، بلکې پخپل  ذات کې عبادت دى .ددې لپاره  چې داطمنان او تسکين ډيوه مو لاروښانه شوي وي نو ښه به داوي چې دهغو مسايلو او رواياتو څو نم ونې دلته رايادې کړو چې په اصطلاح  خلک يې دشرم او حيا مسايل ګڼي   . پخپله رسول الله (صلى الله عليه وسلم) چې کوم احکام خپل امت ته بيانوي نو هدف يې دادى چې امت يې دا مسايل زده کړي او عمل پرې وکړي .                   صحابه و  او  ان امهات المومنين رض چې په محمدي سېڅلې مدرسه کې څه زده کړي دي نو پرته له دې چې له ځان څخه په کې څه کمښت او ډېرښت راولي په ډېره امانتدا� �ۍ  سره يې امت ته بيان کړي چې نه يې په کې شرم احساس کړى دى او نه يې په کې ننګ کړى دى او ددې مسايلو له بيان څ خه  ددوى اساسي هدف دادى چې هغه فرضيت يا وجوب چې نورو ته ددې مسايلو دښودلو په هکله  ددوى پر غاړه پروت دى ساقط شي او هم نور مسلمانان داديني مسايل چې دوى پخپله دشارع  (ج ) يا شارح ( ص)  نه زده کړي دي نورو ته وښيي او که خداى مه کړه دوى ددې احکامو په روايت او بيان کې شرم محسوس کړى و نو نن به موږ ددې مسايلو له احکامو څخه نه خبرېدو.  که حضرت عايشې رض يا درسول الله دمبارک حريم نورو بيبيانو  درسول الله ص دغسل طريقه موږ ته نه واى بيا ن کړې  او ځانته يې شرم ګڼلى واى نو نن به موږ دشرعي غسل طريقه له چاياده کړې وه ؟ام سلمه رض روايت کوي چې ام سليم رض درسول الله ص حضور ته راغلله او عرض يې وکړ چې يارسول الله،  الله ج دحق په ويلو کې شرم نه کوي  آيا په ښځه کله چې احتلام ورته پېښ شي ( شيطان يې وغولوي) غسل شته ؟ رسو ل الله  (ص) ورته وفرمايل چې هو ک� �ه چې اوبه (مني) وويني ... په پورتنيو الفاظو کې په محمدي مدرسه کې روزل شوې صحابيه په زغرده رسول الله ص ته وايي چې ددين په يادولو او په حق وينا کې شرم نشته او رسول الله ص هم ددې موضوع په پوښتنې سره ونه رټله او نه يې پرې دبې حيا نوم کېښود . حضرت عايشه رض روايت کوي چې ما او رسول الله به په يوه تشناب کې يو ځاى او له يوه لوښي څ خه  غسل کاوه تر دې چې رسول الله به داوبو په لګولو کې په ما چالاکي کوله نو ما به ورته وويل چې ((د عالي .. ))  يعنې:  ماته اوبه پرېږده ماته اوبه پرېږده .ددې مسئلې دبيان په وخت کې چې په روژه کې په ښکلولو او په غېږ کې نيولو روژه نه ماتېږي ام سلمه روايت کو ي چې زه به رسول الله ص ښکلولم او هغه به روژه و ..(متفق عليه)حضرت عاي� �ه رض روايت کو ي چې درافعه  ښځه راغلله او رسول ص ته يې  عرض وکړ چې زه رفاعه طلاقه کړم او له هغه  وروسته مې له عبدالرحمن ابن زبير قرظي سره واده وکړ او له هغه سره دټوټې دڅنډې په څېر شى دى (تناسلى اله يې دټوټې په څېر نرمه او مړاوې ده) رسول الله ص ورته وفرمايل چې شايد ته به بېرته رفاعه غواړې؟ نه تر دې چې  هغه ستا عسل وڅکي او ته دهغې عسل وڅکي)يعنې تر دې چې عبدالرحمن ستا له خوږو څخه  خوند وانه خلي او ته دهغه له خوږو څخه خوند وانه خلې يعنې جنسي اړيکې ونه نيسئ  نو ته بېرته رفاعه ته تللى نه شې .په موطا کې وايي چې ددې ښځې نوم تميمه وو او د وهب لور وه . حضرت ميمونه رض درسول الله دغسل دجريان حکايت کوي او دا حديث امام زيلعي او ټو� �و صحاح الستة  روايت کړى دى . حضرت انس بن مالک رض روايت کو ي چې (( رسول الله به په يوه شپه کې په ټولو بيبيانو ګرځېده ( له ټولو سره به يې جماع کوله) او ده په دې وخت کې نهه ښځې درلودلې.))او بخاري کې وايي چې بيا په يې له دې ټولو  څخه  يو غسل کاوه . حضرت عايشه رض روايت کو ي چې کله رسول الله وفات کېده نو سر يې زما دسينې او غاړې ترمنځ اېښى و تر دې چې دخولې لاړې يې زما دخولې له لاړو سره يو ځاى شوې . ډېر مفسرين  ،محدثين او ددين ائم ه  په دې نظر دي چې درسول الله ( ص) لخوا ځانته دښځو په ډېر والي کې دهغوى ص ستر هدف او حکمت داو چې ددين په رسولو کې ورسره مرسته وکړي . درسول الله ص دسيرت هغه  برخه خو به چې نورو صحابه وليدله  يا اورېدله  او دهغوى ص هغه اعمال  او  کړنې چې هغوى پرې خبرېدل نو دا خو به صحابه وو رض روايت کړي وو مګر هغه مسايل به څنګه شوي وو چې ددوى له نظر نه پناه وو او درسول الله ص له خپلې سکه بي بي  پرته دبل چا پوهېدل يا خبرول پرې ممکن نه وو ؟  اکثره کورني احکام  چې  په کورنۍ فقهې  پورې اړه نيسي  درسول الله (ص) مېرمنو روايت کړي دي او  � �سول الله ص دهمدې مسايلو دخورا ښه تشريح   لپاره ډېر  ودونه کړل  او ډېرې مېرمنې يې په دې اړه د ځان ملګ� �ې کړلې . په بخاري او مسلم کې له حضرت عايشې رض څخه روايت دى چې رسول الله ص فرمايي : ((عشر من الفطرة ...))  يعن� �  :((لس فطري سنت دي...)) چې حضرت عايشه رض په کې دنارينه لپاره حلق العانه (دنامه لاندې د مخصوص غړي خرييل ) هم يادوي . ",ددين داحکامو په زده کړه کې شرم ښه نه دى 4601,"قاضي محم دحسن حقيار"," قاضي محمدحسن حقيار ددين داحکامو زده کړه په هر مسلمان نارينه وي او که ښځينه يو شان فرض ده . الله جل جلاله دواړه ډلې مکلفې کړې دي چې ددين هغه ضروري احکام چې په ورځني ژوند کې  ورته اړتيا پېښېږي ياد او زده کړي. کوم آياتونه او احاديث چې دعلم په فرضيت دلالت کوي ټول ددې خبرې دليل او ددې دعوې  ثبوت دي   او هر څوک چې په کوم ديني حکم نه پوهېږي او بيا هم پرې  ځان نه پوهوي يا په دې هکله ځانته شرم او ننګ دروي نو دا ګنهګار دى، ځکه چې  الله جل جلاله خپ� �و بنده ګانو ته امر کوي چې (فاسئلوا اهل الذکر ...) يعنې دپوهې له خاوندانو څخه وپوښتئ که چېرې تاسې نه پوهېږئ، نو دالله جل جلاله ددې حکم او دا ډول نورو اوامرو پر اساس دديني مسايلو زده کړه په هر نارينه او ښځينه فرض ده او په هر مسلمان لازم ده چې په دې هکله هېڅ شرم او ننګ ونه کړي. يعنې دديني مسايلو په زده کړه کې شرم او عار ته هېڅ  ځاى نشته دى او که څوک په اسلام کې لږه مطالعه هم ولري او په ځانګړي ډول که چا احاديث او فقه لوستې  وي نو هغه په دې پوهېږي چې ددين په زده کړه کې شرم نشته دفقهې  او حديثو معتبر  کتابونه له داسې مسايلو ډک دي او داسې م سايل په کې په خورا مفصل ډول تشريح شوي دي چې ښايي ځينې به يې ځانته شرم بولي که دداسې مسايلو يادول شرم وي او يا دداسې مسايلو ليکل ياروښانول له اخلاقو سره سمون ونه لري نو زموږ ددين امامانوبه هيڅکله هم نه ليکل او نه به يې لوستل .که دداسې مسايلو يادول يا رانقلول  شرم وي نو نارينه و صحابه و او ښځينه و صحابه و او په ځآنګړي ډول امهات المومنين ( رض ) او په خپله رسول اکرم صلى الله عليه وسلم به نه بيانولى او نه به يې په مفصل ډول ددې مسايلو روايت کاوه .  په خپله درسول الله صلى الله عليه وسلم او دهغه صلى ال� �ه عليه وسلم دمبارکو صحابه و  دحيا  دبېلګې  له راوړلو څخه  دانسانيت تاريخ بلکل عاجز دى نو آيا ددې مسايلو په يادولو او بيانولو نغوذ بالله من ذالک دهغوى په هکله حتى دبې حيايۍ تصور هم کېدلى شي ؟ ايا هغوى نعوذ بالله من ذالک القول بې حيا وو؟ايا زموږ دحيا قوه ترهغوى  ډېره ده ؟ نه هېڅکله هم نه. نو بيا دې زموږ مسلمان وروڼه او خويندې ميندې درسول الله صلى الله عليه وسلم، امهات المؤمنين، نورو جليل القدره صحابه و او تابعينو په پل پل کېږدي او دديني مسايلو په زده کړه کې دې هېڅ شرم نه محسوسوي. اسلام پوښتنه کول عيب نه بولي خو ناپوهي عيب بولي او داسلامي شريعت په تطبيق کې هم په اسلامي ټولنه کې دناپوهۍ عذر ته اعتبار نه ورکول کېږي زموږ ډېرې دينداره خويندې ميندې او وروڼه همدې غلط احساس له دين څخه پردي کړي دي او د  جها  لت او ناپوهۍ په زولنو کې يې ګير کړ ېدي . له بده مرغه چې د بې سوادۍ او ناپوهۍ دبلا وزرې خو زموږ په ټولنه کې تر بلې هرې ټولنې زياتې خپرې دي او په ځانګړي ډول په اوسني وخت کې خو زموږ دټولنې با سواده او لوستوالې ښځې  سلنه کې هم نه راځي او بيا له دې سره چې ددين په احکامو  کې دحيا او شرم خيال هم له دې بد مرغۍ سره يو ځاى شي نو خبره بلکل خرابه او له بد  هم بدتره شي .الله (جل جلاله) چې يو انسان د يو کار په ترسره کولو مکلف کړى  دي يا يې دکوم کار له کولو منع کړى دى نو ددې مسئلې دشرعي حيثيت زده کول يې هم پرې فرض  کړي دي او ددې مسئلې بيانول او يادول بيا نه يواځې دا چې شرم او حيا نه ده ، بلکې فرض او � �ازم دي  ځکه چې موږه مسلمانان يو ، دژوند هرې برخې او هر کار لپاره مو حدود او چوکاټ اسلام ټاکي همدارنګه دهغو مسايلو حدود او چوکاټ هم اسلام ږدي چې بيانول يې لازم نه دي يا په بل عبارت  دا به هم راته اسلام وايي چې په فلانۍ مسئله کې له دې زيات تفصيل او بيان په کار نه دى. که څوک يې بيا هم تفصيل   يا اوږدېدل غواړي نو هغه سړى  بې شرمه او ګنهګار دى . اسلام په خپله دشرم او حيا دين دى حيا دايمان ((نيمه)) برخه ده  او بې حيا انسان له نيم ايمان څخه بې برخې او محروم دى ،رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي  (( کله چې حيا نه درځي نو څه دې چې زړه غواړي کوه يې )).پخپله رسول الله صلى الله عليه وسلم ډېر حياناک شخصيت و خو لکه چې دمخه مو وويل ددين زده کړه يا بل چاته يې ورښودل هغه چې اسلام يې دزده کړې او بل ته دښودلو اجازه کړې وي لکه    جنسي مسايل، حيض، نفاس... دا که هر څومره چاته دشرم خبره ښکاري خو يادول يې بې حيايي نه ده ، بلکې پخپل  ذات کې عبادت دى .ددې لپاره  چې داطمنان او تسکين ډيوه مو لاروښانه شوي وي نو ښه به داوي چې دهغو مسايلو او رواياتو څو نم ونې دلته رايادې کړو چې په اصطلاح  خلک يې دشرم او حيا مسايل ګڼي   . پخپله رسول الله (صلى الله عليه وسلم) چې کوم احکام خپل امت ته بيانوي نو هدف يې دادى چې امت يې دا مسايل زده کړي او عمل پرې وکړي .                   صحابه و  او  ان امهات المومنين رض چې په محمدي سېڅلې مدرسه کې څه زده کړي دي نو پرته له دې چې له ځان څخه په کې څه کمښت او ډېرښت راولي په ډېره امانتدا� �ۍ  سره يې امت ته بيان کړي چې نه يې په کې شرم احساس کړى دى او نه يې په کې ننګ کړى دى او ددې مسايلو له بيان څ خه  ددوى اساسي هدف دادى چې هغه فرضيت يا وجوب چې نورو ته ددې مسايلو دښودلو په هکله  ددوى پر غاړه پروت دى ساقط شي او هم نور مسلمانان داديني مسايل چې دوى پخپله دشارع  (ج ) يا شارح ( ص)  نه زده کړي دي نورو ته وښيي او که خداى مه کړه دوى ددې احکامو په روايت او بيان کې شرم محسوس کړى و نو نن به موږ ددې مسايلو له احکامو څخه نه خبرېدو.  که حضرت عايشې رض يا درسول الله دمبارک حريم نورو بيبيانو  درسول الله ص دغسل طريقه موږ ته نه واى بيا ن کړې  او ځانته يې شرم ګڼلى واى نو نن به موږ دشرعي غسل طريقه له چاياده کړې وه ؟ام سلمه رض روايت کوي چې ام سليم رض درسول الله ص حضور ته راغلله او عرض يې وکړ چې يارسول الله،  الله ج دحق په ويلو کې شرم نه کوي  آيا په ښځه کله چې احتلام ورته پېښ شي ( شيطان يې وغولوي) غسل شته ؟ رسو ل الله  (ص) ورته وفرمايل چې هو ک� �ه چې اوبه (مني) وويني ... په پورتنيو الفاظو کې په محمدي مدرسه کې روزل شوې صحابيه په زغرده رسول الله ص ته وايي چې ددين په يادولو او په حق وينا کې شرم نشته او رسول الله ص هم ددې موضوع په پوښتنې سره ونه رټله او نه يې پرې دبې حيا نوم کېښود . حضرت عايشه رض روايت کوي چې ما او رسول الله به په يوه تشناب کې يو ځاى او له يوه لوښي څ خه  غسل کاوه تر دې چې رسول الله به داوبو په لګولو کې په ما چالاکي کوله نو ما به ورته وويل چې ((د عالي .. ))  يعنې:  ماته اوبه پرېږده ماته اوبه پرېږده .ددې مسئلې دبيان په وخت کې چې په روژه کې په ښکلولو او په غېږ کې نيولو روژه نه ماتېږي ام سلمه روايت کو ي چې زه به رسول الله ص ښکلولم او هغه به روژه و ..(متفق عليه)حضرت عاي� �ه رض روايت کو ي چې درافعه  ښځه راغلله او رسول ص ته يې  عرض وکړ چې زه رفاعه طلاقه کړم او له هغه  وروسته مې له عبدالرحمن ابن زبير قرظي سره واده وکړ او له هغه سره دټوټې دڅنډې په څېر شى دى (تناسلى اله يې دټوټې په څېر نرمه او مړاوې ده) رسول الله ص ورته وفرمايل چې شايد ته به بېرته رفاعه غواړې؟ نه تر دې چې  هغه ستا عسل وڅکي او ته دهغې عسل وڅکي)يعنې تر دې چې عبدالرحمن ستا له خوږو څخه  خوند وانه خلي او ته دهغه له خوږو څخه خوند وانه خلې يعنې جنسي اړيکې ونه نيسئ  نو ته بېرته رفاعه ته تللى نه شې .په موطا کې وايي چې ددې ښځې نوم تميمه وو او د وهب لور وه . حضرت ميمونه رض درسول الله دغسل دجريان حکايت کوي او دا حديث امام زيلعي او ټو� �و صحاح الستة  روايت کړى دى . حضرت انس بن مالک رض روايت کو ي چې (( رسول الله به په يوه شپه کې په ټولو بيبيانو ګرځېده ( له ټولو سره به يې جماع کوله) او ده په دې وخت کې نهه ښځې درلودلې.))او بخاري کې وايي چې بيا په يې له دې ټولو  څخه  يو غسل کاوه . حضرت عايشه رض روايت کو ي چې کله رسول الله وفات کېده نو سر يې زما دسينې او غاړې ترمنځ اېښى و تر دې چې دخولې لاړې يې زما دخولې له لاړو سره يو ځاى شوې . ډېر مفسرين  ،محدثين او ددين ائم ه  په دې نظر دي چې درسول الله ( ص) لخوا ځانته دښځو په ډېر والي کې دهغوى ص ستر هدف او حکمت داو چې ددين په رسولو کې ورسره مرسته وکړي . درسول الله ص دسيرت هغه  برخه خو به چې نورو صحابه وليدله  يا اورېدله  او دهغوى ص هغه اعمال  او  کړنې چې هغوى پرې خبرېدل نو دا خو به صحابه وو رض روايت کړي وو مګر هغه مسايل به څنګه شوي وو چې ددوى له نظر نه پناه وو او درسول الله ص له خپلې سکه بي بي  پرته دبل چا پوهېدل يا خبرول پرې ممکن نه وو ؟  اکثره کورني احکام  چې  په کورنۍ فقهې  پورې اړه نيسي  درسول الله (ص) مېرمنو روايت کړي دي او  � �سول الله ص دهمدې مسايلو دخورا ښه تشريح   لپاره ډېر  ودونه کړل  او ډېرې مېرمنې يې په دې اړه د ځان ملګ� �ې کړلې . په بخاري او مسلم کې له حضرت عايشې رض څخه روايت دى چې رسول الله ص فرمايي : ((عشر من الفطرة ...))  يعن� �  :((لس فطري سنت دي...)) چې حضرت عايشه رض په کې دنارينه لپاره حلق العانه (دنامه لاندې د مخصوص غړي خرييل ) هم يادوي .دې ته ورته نوري ډيري اسلامي ليکني د بېنوا ويبپاڼي د اسلام او مذهب  په برخه کي لوستلای سی . ",ددين د احکامو په زده کړه کي شرم ښه نه دﺉ 4602,محمدحسن حقيار," موږ ته (سپينې ماڼۍ) څه تور انجام پرېښودموږ غوښته ترې سباوون دوى ماښام پرېښود تور توپان  يې ګودرشاړ او منګي مات کړلپېغلو ځکه کلى کور  له ناکام پرېښود دوى له تاج سره يو طوق  هم  و  راوړىغلامي شرط وه،  ما ځکه مقام پ� �ېښود دانګرېز، چنګيز او  روس په لاره تلونکيهدلته  تا هم يو يو سر په هرګام پ� �ېښود دساقي په تريو تندي يې خمار والوتخماريانو ميکده کې ډک جام پرېښود چې باروت او وينې ګوري ورته ژاړيدحقيار دزړه کوترې دا بام پرېښود ١٣٨٥-٦-١١محمدحسن حقيا� � ",سپينه ماڼۍ 4603,," اسرار احمد تړون/كويټه په كويټه كي د آزادۍ راډيو خبريال غوث الدين فروتن تېره ورځ له كندهار څخه كويټې ته د تګ پر م هال د پاكستاني استخباراتي شبكې له خوا د چمن او سپين بولدك پر پوله ونيول شو او درو ساعتو پوښتنو وروسته بي� �ته خوشي شو.فروتن په وينا له ده سره پاسپورټ ترڅنګ د آزادۍ راډيو رسمي كارټ هم ورسره وو خو بيا هم د استخبا� �اتي شبكې له خوا وځورول شو، دى وايي پر ده باندي يې د افغاني استخباراتو د جاسوس تور ولګاوه. ",د سپين بولدك او چمن پر پوله افغان خبريال ونيول شو 4604,احمد فؤاد لامع_کابل," يوه حوره ده خاورينهشنه خندا يې نمکينه خوږې شونډې يې شکرېپه سر توره په مخ سپينه د جنت وږمې يې راوړېدوزخونه پرې تړينه هديرې يې لړزولياوس ژوندو نه اخلي وينه شيخ که وليده ناڅاپهدين مذهب به ورنه ځينه ها چې حسن کې يې خو کړيته يې ځای شې تاترينه د الله د لاس جوړښت دیانځور شوې ده په مينه د لامع د خيال کتاب دیهره پاڼه ېې زرينه ",خاورينه حوره 4605,," د بي بي سي د يو خبر له مخي د ناټو ځواكونو وياند وايي د كندهار په پنجوايي او ژړۍ ولسواليو كي يې د پراخو تصفيو عملياتو په ترڅ كي د ۲۰۰ په � �اوخوا كي پاڅونكي وژلي دي. ده وويل په دې عملياتو كي د ناټو څلور سرتيري مړه او ۷ تنه زخميان سوي دي.دا جګړه چي د ۲۰۰۰ په شاوخوا كي د ناټو، افغان پوځ او پوليسو ځواكونه پكښي ګډون كوي، نن دوهمه ده چي په كندهار كي روانه ده. چارواكي وايي دا عمليات درې پړاوه لري چي له سيمي څخه د مخالفينو شړل، هلته د دولتي ځواكونو ځاى پر ځاى كېدل او په هغه سيمو كي د بيا رغوني چاري پيلول دي.عيني شاهدان وايي چي په دې عملياتو كي ولسي خلكو ته هم زيان رسېدلى دى، ځينو كسانو ويل چي د عملياتو په ترڅ كي څو بمان د ولسي خلكو پر هستوګنځيو هم لګېدلي دي چي ځاني زيانونه يې ور اړولي دي.سيمه ايزو چارواكو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تېره ورځ د كندهار والي ويلي وه دوى به هڅه وكړي چي د جګړې په ترڅ كي ولسي وګړو ته زيان ونه رسېږي.          ",ناټو: د كندهار په عملياتو كي ۲۰۰ طالبان وژل سوي دي 4606,,"  ټولو هیواد والو ته معلومه ده چې د افغانستان  په پلازمینې  کابل ښار کې   یو ښوونځۍ هم به پښتو ژبه وجود نه لری،  پرته د خوشح ال خان د لېسې  څخه چې هغه هم د قبایلی پښتنو لپاره منځ ته راغلی ؤ. ډیرو پښتو  روڼ اندو وروڼو د بینوا د مح ترمې ویبپاڼې له لارې په کابل ښارکې  دپښتو ژبې د ښوونځو د نه  شتون به هکله خپلې لیکنې، مقالې  او وړاندیزونه نشرته وسپارل او پوهنې د نوی وزیر څخه ﺋـې هیله درلوده چې ګوندې دی به د پښتنو دې ستونز ته څه په درد وخوری  او په نوی تعلیمی کال کې به لږ ترلږه که د پښتو ژبې مستقل ښوونځی نه وی نو په هر ښوونځی کې به د  د زده کوونکو په تناسب پښتو ټولګی ایجاد کړی . ځکه زما په څیر ډیرو پښتنو وروڼو په بې صبرۍ سره انتظار کاوه چې خپل اولادونه  به له پاکستان څخه کابل ته راولی او په نوموړو ښوونځیو کې په  ﺋـی  شامل کړی، ترڅو وکو� �ای شی په خپلې  مورنۍ ژبې یعنی پښتو به ورته د زده کړې  زمینه چې د هر ماشوم طبعی حق دی، برابره شی. خو د تیر په څیر هر پښتون  چې  کله قدرت ته ورسېږی نو د خپل قدرت د ساتلو لپاره او یا هم تردې د لوړې څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره خلکو ته ځان غیر متعصبه  او ملی شخصیت معرفي کوي او کوښښ کوي چې خپله ملی ژبه (پښتو)  پریږدی او به دري ژبه  په هره غونډه او مجلس کې خپرې پیل کړي . لیکنې هم په درې ژبه کوي  او ځيني  خو لا په دري ژبې خب� �ې کول کلتور ګڼې خو  دهغه چا په خبره (دبل ژبه زده کول که يوکمال دی   خپله ژبه هیرول بې کمالی ده).  زه   دري ژبه  د خپل هېواد یوه معتبره ژبه ګڼم په خپله هم  له دري ژبو سره په دري خبرې کوم او لیکنې هم په دري ژبه کوم خو حق لرم چې د خپلو ماشومانو د سرنوشت په هکله   فکرمند اوسم. ځکه د هغوی مورنۍ ژبه پښتو ده او اوس په پاکستان کې په اردو  او انګلیسي  ژبو زده کړې کوي او د پوهنې په چارو کې د پوهانو له نظره  د هغوی ډیر استعداد به د نوموړو  ژبو  په زده کړه ولګیږی، او مسلکي زده کړو لپاره به ورته لږ چانس پاتې وي. که رښتیا درته ووایم په پاکستان  کې زما د اوسېدو  یو علت هم دا دی ځکه دلته به کابل کې  په پښتو  ژبې ښوونځی نه شته او هیواد ته زموږ د راتلو په صورت کې به زما ماشومان مجبور وي ترڅو لومړۍ دري ژبه زده کړي او بیا خپل تعلیم  ته دوام ورکړي چې اغیزي  ﺋـې  هر څوک پېشبیني کولای شي. د پارلماني انتخاباتو څخه وروسته کله چې  مې د پوهنې  د نوي وزیر حنیف اتمر د ټاکنې خبر واورید نو ډیر خوشحاله شوم او حتی د بینوا د ویب پاڼې  له لارې مې نوموړی ته مبارکې وویله او خپله اندېښنه  مې هم ورسره  شریکه کړه،  خو دا دی ۱۳۸۵ تع� �یمي کال مخ به ختمیدو  دﺉ  او تر اوسه هم د پوهنې د نوي وزیر لخوا په کابل کې د پښتو ښوونځیو  او یا ټو� �ګیو  د ایجاد په هکله هیڅ   عملي اقدام نه دﺉ ترسره شوﺉ او فکر کوم چې د کابل میشته پښتانه د پوهنې د نوي وزیر څخه  ناهیلي شوي او ویره ده چې نوموړي به خپل هغه محبوبیت  د پښتنو په منځ  کې يې لري د لاسه و� �کړی .  سخي جان د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي پخواني استاد په کابل کي د پښتو ښوونځيو په اړه نور ډېر څه له دې ځايه ولولی ",ولس د پوهنې له نوي وزیرڅخه هم ناهیلی ښکاري 4607,اصف عمر," دانجنير محمد اصف عمر په قلم ليکل سوی ( دتورتم په لور)  هغه ناول دی چې د 1385 کال دوږي په مياشت کې د دانش خپرندويي ټولني  له خوا دليکوال په مالي لګښت له چاپه راوتی دی . دا يو پوليسي ناول دی چې ديوې داسې کورنۍ ستونزې څېړي چې بنسټ يې کړکېچن اېښوول شویدی ( ځينې ښځې په بدو کې � �اوړل شوي اوپرچا بنه راوړل شوېده ). د ناول اتل چې يو پوليس دی هڅه کوي د هاغو يو بل ته ورته وژنو لامل او عامل پيدا کړي چې پدې کورنۍ کې په پرله پسې توګه پېښيږي.په دغه ترڅ کې اتل له رنګارنګ پېښو سره مخامخ کيږي. دا کتاب 140مخه لري. او لاسته راړونکي يې کولای شي پر دې ټيلفون شمېره اړيکي ټيڼګ کړي .009370257172   ",(دتورتم په لور) پوليسي ناول چاپ شو 4608,"ډاکټرذبيح الله حسن","   زمادوجود له تا نه پرته حجت پاتي نه شو په افسانه کې دژوند بل حقیقت پاتي نه شو یاخومړې شوې په دردونو زمونږ دپښو تڼاکې یا په ازغو کې دبیدیا سخاوت پاتي نه شو دوخت ناورین درته ترخې کړ� �ې (حَسنه)شونډې چې په غزل کې دې دزړه حلاوت پاتي نه شو زمونږ  ولولې دغورځنګونولاستومانه نه دي خو په غصب دستمګرکې همت پاتي نه شو دلته ښخیږې بې ژړا زمونږ  د جذبوجنازې په دې مالت کې دماتم نزاکت پاتي نه شو زاهده نورمې دتسپو په زنځیر ولې تړې زما د ځواني دلیونتوب بغاوت پاتي نه شو دافغانانو دغیرت بهیر ئې تم نه کړی شو خو په بهیر کې دکړیوغیرت پاتي نه � �و دچا اروا د محبت په رڼا ولمبیده چاته دمیني داظهار هم مهلت پاتي نه شو یاخو دي وخوړه ځواني یاشوې شکي په جانان چې دي په مینه کې (حَسنه) وحشت پاتي نه شو   داکتر ذبیح لله حسن-لندن ",دوخت ناورین 4609,بېنواويبپاڼه," Copyright © ‌Benawa.com 2004-2006 All rights reserved د بېنوا ويبپاڼي د كاپي كولو حق محفوظ دى، هيڅ يوه خبري رسنۍ حق نه لري چي د ويبپاڼي له اجازې پرته كوم خبر يا مقاله كاپي كړي . بېنوا ويبپاڼه په هيواد كي دننه او بهر ټولو هغو چاپي، برېښنايي، راډيويي او ټلوېزوني رسنيو ته په ډېر درنښت خبر وركوي چي له دې ويبپاڼي څخه دخبرونو اونورو موادو اخيستلو پر مهال دبېنوا ويبپاڼي ( Benawa.com)  يادونه وكړي . بېله دې د ويبپاڼي اداره حق لري چي د نړيوال مطبوعاتي قانون پر بنسټ له اړوندي خپروني څخه دخپل حق غوښتنه وكړي .   په درناوي        ",رسنيو ته د بېنوا ويبپاڼي خـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــبرتيا! 4610,," ", 4611,"پ� �وفيسرکابلي والا - هندوستان","  پروفيسر کابلي والا - هندوستان امريكا : خندنۍ موسكا ، خونړۍ امسا؟ پرله پسې لړۍ : لمړۍ برخه ،  دوهمه برخه ، درېيمه برخه ، څلورمه ب� �خه ، پنځمه برخه ، شپږ مه برخه ، اوومه برخه ، اتمه برخه ،   خزاني دهندوستان د راخورې دي            سره مهران دې ننوزې په كوهسار نوميالی خوشال خټک بوشي تګلاره دانسانيت بربادي ... آزاد ، خپلواك اوناپييلي افغانستان ... داوسني درغل بهيرپاى ته رسيد� � ... دلږكيوله پاره چې تراوسه يې ټول امتيارونه ...   كه زه نه وايم داخواره ګوډه پښه مې يې وايي ،كه زما نه اورئ ددغه ملت اودغو شازلميو خو واورئ چې هره ورځ له هيرمنده تر اسماره پورې په خپله خوښه دقربانۍ ډګرته وردانګي ، په وږي نس اولوڅ لغړ بدن له ماڅخه، له تاڅخه ، زما له موره ، ستا له موره ننګه كوي دهغوى خو واورئ ، دغه قربانۍ چې ټوله سوله خوښونكې نړۍ يې دخپلو تلويزيونو پرمخ هرشپه ګوري اوپه ځوانيويې افسوس كوي اوښكې ورته تويوي دڅه له پاره دي ؟  موږ ولې هغوى نه ګورو اوولې    دهغوى نه اورو ...هودهغوى چې ترزروزيات يوازې دبرات په درنه مياشت كې (وږى ۸۵) په پنجوايي اوهيلمند كې ديرغلګرو پوځونو له خوا عام قتل شول ... اوس اوس يوځل بيا دكرزي دبادوزرې ادارې اودهغې د ولي نعمت خونړۍ امريكا ترمنځ دتوپيرونوډمامې هرې خواته په غږيدودي ، واشنګتن پوست اونيويارك ټايمز خو داڅووم ځل دى چې چغې وهي اووايي چې دك� �زي اداره اودغه لاسپوڅى رژيم نور په دغه هيواد كې نه دځان دټينګيدو دى اونه هم ديرغلګروپوځيانودخوندې كيدو ،دغه خپرونې په عين حال كې دهمدغې جنايتكارې امريكا يي ادارې دمعتبروسرچينو په حواله داسې څه هم يوې اوبلي خواته خوروي چې دهغو له مخې  ښكاري چې دوى بايد دافغاني مقاومت وسله والو اوبې وسلوس� �ښندونكوته په ګونډوشي او هغه څه چې تراوسه دوى دهغو په وړاندې ترسره كړي هغه دخپلې نه جيرانيدنكې جفا په توګه ومني . په دې وروستيو وختو كې دشمالي امريكا په يوه ښوونځي كې د وتلوزده كوونكودستاينې په  وياړ   يوه غونده جوړه شوې وه . په دغه غونډه كې افغاني زده كوونكو هم گډون كړى و، يوه افغانه (پښتنه ) نجلۍ چې په خپل ښوونځي كې يې ښې نومرې درلودې اودستايل شويوزده كوونكوپه لست كې راغلې وه  دستيج سرته راوبلل شوه دغې پښتنې نجلۍ ځان دغې پراخي غونډې ته داسې وروپيژاند : (( زما نوم وږمه دى ، دوه كاله كيږي چې له خپل هيواده له امريكايې يرغل سره سم  دلته راغلې يم ، نه غواړم دخپل هيواد نوم واخلم ،  په دې چې زمازياتره ټولګي وال ماته وايي چې له كوم هيواده ته راغلې يي هغه خو اوس امريكا نيولى دى اوهرڅه يې اوس مستربوش اداره كوي ،  ته نوپرهغه څه وياړې ... له همدې امله داچې زما دمورنۍ هيواد خپلواكۍ امريكاغصبه كړې ، نو ځكه وايم چې زه دطالبانو دهيواد يم ، هو دطالبانو ... اوس تاسې پوهيږئ چې زه دكوم سر� �وړي هيواد يم ؟ په تالاركې شوراوغوغا جوړه شوه له هرې خوا چغې شوې  يوآرفرام افغانستان .... يوآر فرام افغانستان ... )) . له دغې جالبې خاطرې اوخبر څخه يادونه له دې امله په دغه غونډه كې دپاملرنه شوه ، چې د ټولو حاضرينواخيستنه له طالبي واكمني څخه ديوې خپلواكۍ واكمنۍ په توګه وه . مطلب مې دادى چې اوس په لويديزكې طالب(هغه افغاني ځوانان چې يوازې دخداى اوهيواد مينه پالي ، نه دتروريزم اوسړي وژنې )  هغه ببونه دى لكه چې درى څلوركاله دمخه و اوهرچا فكركاوه چې ددنيابدمرغۍ ټولې ګواكي � �ه طالب سره دي ، نه ، اوس خلك پوهيږي چې دطالبانوحكومت تراوسني مزدور حكومت هم خپلواك اوهم دددغه هيواد دخ� �كوله پاره دمنلووړو. په دې چې دوى په رښتياهم دخپل هيواد خپلواكي اوپرتم دخپلې واكمنې ترپايه پورې په ښه توګه وساته چې اوس هم لا په هماغه هوډ ولاړدي او دافغانانو له خوا په درنښت ورته كتل كيږي ، دوى لكه اوسنۍ بې هويته او لوڅه پوڅه واكمني له داسې ملي ګواښ سره نه مخامخ وو اونه هم دخلكو پرې لوريده. همداده چې دنړۍ دسياسي څ يړونكو په نطرتراوسني كابل _واشنګتن ادارې هم ملي اوهم خپلواك وو او اوس هم ديوه ملي ځواك اوژمن غورځنګ په توګه تردغې شيبې پورې دپاملرني وړدي . كه له تبليغاتو څخه په يوه خوا شودم ګړۍ  په لويديزكې عامه ذهينيت همدادى چې يوه واحد اوباثباته افغانستان په رښتني توګه خپله خپ� �واكي پرافغانستان باندې دامريكا له يرغله وروسته له لاسه وركړه  ، كوم ځواكونه چې دغه هيواد ته  دتش په نامه سولې په پلمه راغلل ، دوى هم په دغه هيواد كې ددغه هيواد م ومن ولس وژني ، همداده چې ددغو وژنو ځواب په وژنو باندي ويل كيږي ، داخو يوازې دبوش اوبلير ليونتوب وچې په ز� �ګونو بيګناه امريكايان اوانګريزان يي په عراق اوافغانستان كې په وينوولړل ، داددوى ناپوهي اوناداني ده چې آ� �ام اوسوكاله افغانستان يې دځان له پاره دويم ويتنام كړ، همدا دوى دي چې اوس ټول ختيز ولسونه په امريكايي اوانګريزپسې سرخوږي ګرزي چې دخپل انتقام په لمبوكې يې خاورې ايرې كړي ، په هند كې امريكايان نه شي ګرزيداى ، په پاكستان كې همداسې ، په اندينزيا اوماليزيا كې هم داشان په منځني ختيزكې خو يوامريكايي په زرو وسله والو باندې ساتل كيږي ، ان تردې چې په ملګروملتو باندې چې دامريكاله قوماندې پرته نورټول انساني واكونو تر تللي دي هم ټول شكمن شوي دي اوهرهغه څه چې ددوى له خولې راوځي هغه هم دنه منلو وړ ورته ښكاري چې ترډيره حده رښتياهم ده.  خبره داده چې ددوى داسې حال دى نوآيادهغوچې دوى دلته راوستي اودزرګونو پوځيانو ترچترلاندې يې ساتي دهغوى خوبه خود داسې حال كيږي چې خلك به دانسان په سترګو نه ورته ګوري اونه به يې دواكمنۍ خيال ساتي ، لكه چې دافغانستان حالات همدا اوس په همدغه كرښه بآندې ولاړدي . نوميالي خوشال خټك چې يومهال مغلو په افغانستان باندې كټ مټ حالت را وستى و اوكابل صوبه يې په سرو زرو ساتله  په خپل اوچت خيال سره ووې : خزاني دهندوستان د راخورې دي     سره مهران دې ننوزې په كوهسار  امريكايان اوس په همدغه پوله دريدلي دي ، اوس دكابل رژيم  په ډالروساتي ، دوى فكركوي چې په دغه كارسره به دكابل دلاسپوڅي رژيم وړتيا دخلكو ترزړونو پورې ورسوي ، په داسې حال كې چې ددغه وطن تاريخ اوددغو خ� �كوتجربوهرڅه زموږ اونړۍ په مخ كې ايښې دي. داسې چې كه دغه هيواد په جاسوسانو اواجيروواكمنانانو باندې را ټو� �يداى نوتردغودمخه دلته يوشميرنورتردوى په هرڅه برابر راغلل اوولاړل خوچانه ومنل اونه ددرناوي وړشول ...      په كابل كې ناست چارواكي دخپلو ځانګړنوله مخې سړى كولاى شي په دوو ډلو وويشي ، يوه ډله هغوى چې په نيغه له خارجيانو اودهغو له استخباراتي شبكوڅخه قوماندې ترلاسه كوي اوځان لومړۍ درجه مسوولين بولي ، دويمه درجه هغوى دي چې ددويم لاس په اشاره كاركوي ، هغوى سره له دې چې ځانونه واكمن بولي  دهيڅ شي واك نه لري اويوازې هغه څه عملي كوي چې دهغوله مخې تنخوا اخلي دوى په دغه ټكي خوشاله دي چې ګوړه ګوړه يادوي اوخوله ښه خوږه ده  ...  په دوى كې يوشميرهغه ماهرغله اوهيوادپلورنكي دي چې په تيروديرشوكالوكې يې پرديوته په جاسوسيوكې اوټيټالوكې هيواد اوخلك خو لاڅه كوى چې ځاني درناوى اوهغه ټول څه چې دعزت په نامه سره ياديږي له لاسه وركړي دي. ماناداچې دوى دومره معامله ګرشوي دي .چې له خپل ځان اوګټوپرته دبل څه په باره كې نه فكركوي اونه هم له دغې دايرې دباندې راوتلاى شي .ښاغلى كرزى ، دشوراى نظار بډې خواره اويوشمي� �هغه بې مسلكه اواعزازي ( تكنوكراتان ) چې نه يې خلك منې اونه ددې توان او وړتيالري چې دخلكو منځ ته دځان ورسوي هم  په دغه ډله كې راځي . له دوى كه پوښتنه وكړې چې هيواد پرديونيولى ، نوځواب يې دادى چې وايي  موږ چيرې خپل يو اوياموڅوك په خپلوكې شميرې ... كه ورته ووايي چې داافغانستان دى ، دايوتاريخي اوجغرافيايي حقيقت دى ، نوبيايې ځواب دادى چې داخبرې اوس دبوشي دموكراسئ ترچترلاندې كومه مانا نه � �ري.دوى په همدغه غوړمالي مقامونه ترلاسه كوي اوداپه دې ماناهم ده  چې دوى په افغانستان كې دملي غرور اوملي شته والى جرړې په پردي پالې ارادې سره په تدريجي توګه راوباسي اوغواړې په دغې بې ش� �مئ دخلكو په مقدساتواودودونو باندې دوركې اونا ارزئ كرښه راوباسي.همداده چې يوشميراوس دښاغلي كرزې تر بادې وزرونو لاندې شوي اوهغه يې په دې باټ راوستى چې ګواكي موږ  ستا سپاهيان (دپيښوريانو په وينا ...)يو، له تاسره يو، مخكې ځه اوغم مه كوه غم ... هو، ددغودوو ډلوشته والى په افغانستان كې ددې لامل شوى چې هرڅه يې مخ په ورانيدو دى ،امريكايان اونوروبربنډپلوو ځواكونوپه افغانستان كې داسې يوسوراوربل كړى ، چې نوې يې لمبې اوس تردوى(امريكا اونورو)  پورې  ور رسيږ ي ، په دغوهيوادوكي دعامه خلكو غوغا پورته شوې اوداپوښتنې كوي چې دوى په افغانستان كې دهغه څه پرضد ګام اوچتوي  هغه چې دوى له دغه هيوادسره ژمنه كړې وه ، تيره اوونۍ دكاناډا ملي ديموكراتيك ګوند ددغه هيواد ملت ته په خپل دريځ كې داپه ډاګه كړه چې موږ له افغانستان څخه دخپلو پوځونودراوتلو كلك غوښتونكي يو ، په دې چې زموږ اوسنۍ حكومت  په افغانستان كې بوشي ډو� �ه خونړۍ تګلاره تر لاس لاندې نيولې اوپرهغې باندې روان دى كانادا پرهغه څه باندې عمل ونه كړ هغه چې موږله دغه هيواد سره ژمنه كړې وه . موږ ژمنه كړې وه چې ددغه هيواد په بياجوړونه كې به برخه اخلو، خواوس نه يوازې داچې بياجوړونه ونه شوه ، بوشي ډول تګلارې موږ په لوى لاس يوې فعالې وسله والې جګړې ته وروړاندې كړو، په څووروستيوم ياشتوكې چې كوم ځاني زيانونه كاناډا يې  سرتيرو په افغانستان كې وزغمل هغه په څو نژدې � �سيزو كې ددغه هيواد دپوځونو له پاره دبوشى ناسمې تګلارې له بركته بې ساري وو... په كاناډاكې دهمدغو احساساتودغلي كولو اوپټه خوله كيدوپه خاطر به ښاغلى كرزى دامريكا دسفرپه پاى كې دغه هيوادته هم ورشي ، له هغه وروسته به څرګنده شي چې دى به دكاناډايانوددغو پارنده اح ساساتوباندې اوبه واچوي اوتيل ... داډول ذهينت اوس يوازې په كاناډاكې دپياوړتياپه حال كې نه دى بلكي په زياترو اروپايي هيوادوهم دعامه غوښتنوپوله دغه سرحد ته رسيدلې  چې بايددولتونه يې په افغانستان كې خپله خونړۍ تګلاره له بوشي هغې څخه بيله كړي اوياهم بايد خپل پوځونه له دغه هيواده راوباسي .  بوشي خونړۍ تګلاره دامريكا اونړۍ له پاره دزهرو يوګوټ و، چې اوس يې ددغه بدغوني انسان له لاسه په خپله ټوله زهروزمي سره ترستوني تيروي ، تاسې په ټوله نړۍ ان په خپله دده په خپل هيواد امريكاكي داسې څوك چې دده دموخوسره دې يورنګي وښئ نه شئ ليداى ، يوازې دنړۍ په سرچې چيرې ګواګي ، لاسپوڅي اوله انساني پلوه رټل شوى انسان دى هغه دنړى له پاره بوشي خونړۍ تګلاره تاييدوى او� �ه هغې سره خپله همكاري ښئ ... هغه تګلاره چې دهغې زور يوازې ددغوهيواد له ځوانو سرتيروڅخه چې هيڅ ډول انساني وياړهم نه ترلاسه كوي خيژي ... دافغانستان خلك چې نن ديوه څرګند مقاومت ډګرته راوت� �ي دهغو لامل هم په نړۍ كې دبوشي ظالمانه تګلارې پاى ته رسول اوپه دغه هيوادكې ددغه هيواد دبچيانوديوه خپلواك اوملي دولت رامنځ ته كول دي . داسې دولت چې افغانستان په ځان ډاډمن كړي اوداولس په دې باورې شي ، چې ددوى دخپل هيواد برخليك ددوى په خپل لاس كې دى .اوس اوس دافغانانو له پاره ترټولو خواشينونكى خبره داده چې دوى دخپلې رات� �ونكې په لور په ډاډمن نظرسره نه شي كتلاى ، دوى اوس په دې پوه شوې چې خونړۍ امريكا دډالروكاروانونه په دغه لور ديوشميردخوشالولو له پاره ور روان كړي ، خو مخكې تردې چې دهغو ډالروبنډلونه په افغانستان كې څيرې شي بيرته دام� �يكا اولويديزبانكونوته رسيږي ، ملت اوس په دغه رمز باندې پوه شوې چې كرزى اودده ياران اوس په افغانستان كې دچا له پاره دڅه په خاطر په كارلګيادي ؟ ښايي يوڅوك داپوښتنه هم طرحه كړي چې كه دغه ډله هم له منځه لاړه شي ، بيابه هغه تورغوبل په دغه هيواد كې يوځل بياپيل شي لكه چې دنويمو كالونو په پيل كې و، ددې خبرې له پاره ځواب ښايي دم ګړۍ څوك په ګوته نه شي كړاى ، خودومره سړى ويلاى شي ، چې دغو يرغلګراوافغان وژونكو پوځونو خپ� �  رسالت اوهغه نړيوال رسالت چې دوى دهغه له پاره راغلي وو ولې ترسره نه كړ ؟  ، په دغه ترڅ كې هرڅوك چې دافغانستان له پاره دخدمت ذمه ووهي ، هغه په ډيراسانۍ سره كو� �اى شي په دغه هيواد كې ديوه ملي اوخپلواك حكومت له پاره بنسټونه رامنځ ته كړي ،چې له بدمرغه دوى داكار ونه كړ ،  وګورئ همدغه افغانستان اوس په اسياكې داسې يوهيواد دى چې له شپږو هيوادو سره چې زيات� �ه يې په سوادګرۍ لحاط نړيوال اهميت لري اوهمداسې دطبيعي زيرمو دلرلو له مخې دنړۍ دپاملرنې وړ شوي پوله لري ، كه چيرې افغانستان په دغه اوسنۍ موقعيت كې په دې وتوانيږي چې ځان په خپلواك دريځ كې وساتي اوحكومت يې لاسپوڅى نه وي ، افغانان په پوره باورسره كولاى شي چې په دغه ترڅ كې خپلې ټولې اوسنۍ  شونتياوې په سالمه توګه وكاروي اوله هغو څخه دخپلو خلكو په ګټو پرته له دې چې دامريكا اونورو خيرات خواره يې وروزي په خورا ماه� �انه توګه كاراخستاى شي ، هند وګورئ ، چې دخپل ملي سياست په لرلوسره اوس په اسياكې ديوه پوره اوخپلواك دريځ خاوند هيواد دى ، ددې هيواد خلك دخپلي اقتصادي وړتيا اوپرمختګ يوراز دابولي چې ددغه هيواد موقعيت په جنوبي � �سياكې ددې سبب شوى چې بايد زياتره پانګوال اوپانګې اچونې دې په دغه سيمه كې ددوى ترڅارنې لاندې ترسره شي . په يوڅه توپيرسره افغانستان اوس په مركزي آسياكې  په همدااسې يوه دريځ كې واقع شوى ، كه چيرې په دغه هيواد كې په رښتياهم ددغه  هيواد په ملي  ، تاريخي  اواسلامي ارزښتونوولاړخپلواك نظام رامنځ ته شي اونوريې دپوځې مرستو پرځاى اقتصادي م� �اتړوكړي  په دې كې شك نشته چې دكرزي ترمودې په لږه موده كې به دغه هيواد خپله اقتصادي اوملي وړتيا په دغه سيمه كي ترلاسه كړي . دافغانستان خلك اوس دهيواد په جنوب كې له همدې امله وسله وال مقاومت كوي ، په دې چې ددغه ملت اكثريت هغوى چې ددغه هيواد دبرخليك كلي ددوى په لاس كې ده بهرنيانوپه تيره بيا ام� �يكايانوپه خپل لومړي ناپاك چلن كې له يوه نړيوال ګواښ سره مخامخ كړل. نوروهغوى چې ځانونه يې ددغه هيواداړوند � �ميرل اويايې شميري په دغه اوهغه نامه دملي ګټو په ډګركې پټه خوله شول اويايې يوشميرپلورل شويو مخكښو په پيسووپلورل اودملي برخليك په وړاندې يې پټه خوله كړل ، همداده چې اوس ددغه هيواد لږكي قومونه ددې جوګه هم نه دي چې دمسعود ، ګلم جم اومزاري په شان منلي اونامنلي څوك يې دملي مقاومت ډګرته لارښونه كړي . دوى ته دملت مشوره داده چې  نور له دغه ناوړه حالت څخه ځان راوباسي دلږكيوله پاره چې تراوسه يې ټول ام تيارونه په ټيټوسترګووخوړل نورپټه خوله پاتې كيدل نه ښايي ، په دې چې دوى هم په  افغانستان كې  ژوند كوي دوى هم بايد دملت هغوملي پوښتنوته  ځواب ووايې چې په تيروپنځوكالوكې يې په ځان ساتې توګه خوله پرې پټه نيولې وه.    ",امريکا :خندنۍ موسكا ، خونړۍ امسا؟ ( اوومه برخه ) 4612,صوفي زاده - هالنډ," مسلمانه وروره اومسلمانی خوری!دا وصيتنام ه دشيخ احمد(چه درسول اکرم صلی الله عليه وسلم دروضی مبارکی او دحرم شريف د کنجيانو ساتونکی دی)  دنړئ  دټو� �و  مسلمانانو  لپاره دی.شيخ احمد وايي چه: شپه دمحمد مصطفی صلی الله عليه سلم په حرم شريف کښی د قرآن پاک په تلاوت بوخت وم چه خوب را باندی غلبه وکړه او په خوب کښی می خوږ نبی صلی الله عليه وسلم وليدل چه راته فرم ايی:زماامتيانوته اووايه چه په همدی هفته کښی څلويښت زره کسان ددنيا نه بی ايمانه لاړل او دجاهليت په مرگ مړه شول، ښځی دخپلو دخاوندانواطاعت نه کوی،نرانو ته خپل بدن اوزيبائی بغير دستراو حجابه ښکاره کوی اودخاوندانو داجازت او خبرولونه بغيردکورونونه بهراوځی. مالداران ذکات نه ورکوی، دحج فريضه نه ادا کوی اوزما امتيان يوبل دبديو او منکراتو څخه نه منع کوی.رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: خلکو ته اووايه چه: دقيامت ورځ ډير نږدی دی اوپه آسمان کښی به يوه ستورئ ظاهره شی چه ټولو خلکو ته به په وضاحت سره ښکاری، لمربه ځمکی ته نږدی شی، دآسمانونودروازی به وتړلی شی، قرآن پاک به دځمکی څخه ټول کړلئ شی اوآسمان ته به انتقال شی چه دهغی نه وروسته به د هيچا هم توبه نه قبليری.شيخ احمد وايی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم بيا وفرمايل: که چا دا وصيت نامه دمسلمانانو په منځ کښی خپره کړه نوزه به ئی په قيامت کښی شفاعت وکړم ،خير او برکت به ئی په نصيب شی اوپه رزق کښی به ئی پراختيا پيدا شی. خوکه څوک ددی نه خبر شی او ورته اهميت ورنکړی نو ډيرسخت گناه به ورته په غاړه شی، اوهم که څوک ددی وصيت نامی نه خبرشی او دمسلمانانو په منځ کښی ئی خپره نکړی او خلک خبر نکړی  نو دالله جل جلا� �ه درحمته څخه به محرومه شی ځکه خو رسول الله صلی الله عليه وسلم ځما څخه وغوښتل چه خلک خبر کړم چه دالله تعالی جل جلاله څخه د گناهونو معافی وغواړئ او دخپلو د اعمالو په اصلاح کولو کښی کوششونه وکړئ. څومره بد بخته به وی هغه انسانان چه دځان په تباهئ کښی خپل د دښمن(شيطان) سره مرسته کوی.څومره بد بخته به وی هغه انسانان چه شيطان خپل دښمن گڼی خو بيا هم ورسره په يوه لاره ځی. څومره بدبخته به وی هغه انسانان چه دڅو ورځو محدود ژوند د آرامتيا دپاره خپل دابدی ژوند دآرامتيا څخه تيريږی. ای مسلمانانواوس هم ناوخته نده توبه وکړئ، دالله ""ج"" څخه دګناهونو معافی وغواړئ اوپه آخرت کښی دآرامتيا او کاميابی اسباب، د ت� �ونه مخکی وليږئ. دروژی مبارکه مياشت ددی نيک هدف دترسره کولو لپاره ډيره ښه موقعه ده اوداسی يوه  ښه موقعه بيا بيا نه راځی اوبيا زمونږ دعمرونو ضمانت چاکړئ چه مونږبه ترراتلونکی روژی مبارکی مياشتی پوری  ژوندی يو اوکه نه؟",د حضرت محمد ص دوصيتنامې په نوم يو ليک 4613, لطف الله مشعل,"   ليک: ميرمن بينظير بهټو  ژباړه: لطف الله مشعل (د لندن د ګارډيئن ورځپاڼې نه په مننه)   د لويديځ پر ضد د  ت� �ورستي د سيسو د طراحانو او د پاکستاني چارواکو تر منځ د اړيکو او روابطو موضوع به ځينو خلکو ته بې ځايه او تصادفي پيښې بريښي.  خو ماته دا د هغې لړۍ يوه کړۍ بريښي چې غربي نړۍ د تل لپاره د بين المللي ټولنې د سياسي اهدافو د لاس ته راوړو په هڅو کې د مرستې او همکارۍ په بدل کې د پاکستان نظامي حکمرانانو ته اجازه ورکړې چې د پاکستان د خلکو ډموکراتيکې هيلې وځپي.  په ١٩٧٠ مه لسيزه کې د پاکستان منتخب او دموک� �اتيک حکومت د هغه مهال د پوځ د مشر جنرال ضياالحق لخوا ديوې کودتا په ترڅ کې را وپرځول شو٠ چې سمدلاسه نړيوالې ټولنې په کلکه د ډموکراسۍ د اعادې غوښتنه وکړه٠ خو پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د يرغل نه وروسته د بين المللي ټولنې دغه غوښتنې، ورو او سستې شوې٠ ځکه چې د امريکې متحده ايالاتو ته دا موقع په لاس و� �غله چې د شوروي اتحاد د نفوذ مخه ونيسي٠ امريکې مجاهدينو ته د پاکستان په لاس د مرستو چينلونه پرانستل او جن� �ال ضيا وکولاي شول د نظامي استخباراتي حلقاتو د تقویې په مرسته په واک خپلې منګولې لا پسې ټينګې کړي٠ دغه ائتلاف زما هيواد له يوې سوله ايزه ټولنې نه پر يوې داسې ټولنې واړولو چې پريمانه وسلې، پر هيرويينو معتاديدل او د اسلام يوه افراطي بڼه پکې له ورايه څرګنده وه٠ د هيواد ټولې عايداتي سرچينې د نظامي کړيو د تقويې لپاره په کار واچول شوې٠ دولت د ښوونې ، روزنې او روغتيا چارو ته توجه کمه کړه او خلک له مجبورۍ د مرستو لپاره نورو ځايونو ته سترګې په لاره شول٠ چې څرګنده بيلګه يې د سياسي مدرسو ايجاديدل ګڼلاي شو٠ چې د تنفر، افراطيت، وسله والۍ او تروريزم ځانګوګانې ترې نه جوړې شوې٠ کله چې روسان له افغانستان څخه ووتل، غرب هلته دموکراسي له پامه وغورځوله چې په نتيجه کې يې پاکستان او افغانستان د افراطي سياسي حرکتونو يوه داسې سرچينه شوه چې وروسته يې د طا� �بانو او القاعده په شکل کې ځان راڅرګند کړ٠ د پاکستان نوی دکتاتور جنرال پرويز مشرف کله کله د ترورزم پر ضد جګړه کې د همکارۍ په نامۀ  غربي نړۍ په چال او فرېب غولوي٠ ترڅو وکولاي شي د خپلو سياسي مخالفينو د زورونې، تبعيدونې او سياسي ګوندونو د ټکونې او د ښځو او بشري حقونو د پايمال کولو  په تور د امريکا او انګلستان له فشار او تهديد نه ځان وژغوري٠   د مشرف د رژيم دا ادعا چې ګواکې د سرحد د ايالت ځينې سيمې ددې وړ نه دي چې حکومت دې پکې حکمروايي وکړي، په حقيقت کې طالبانو او القاعده ته ددې سيمو د ورسپارلو پټه دسيسه ده٠ زما دحکومت په دواړو دورو کې، دولت توانيدلای وو چې د ملکي ادارې او پوځ ته ورته ځواکونو په مرسته ه� �ته د دولت د حکمروايي ستنې ټينګې کړي٠  د مشرف دکتاتور نظام چې د تروريزم پر ضد جګړه کې کومه مرسته کوي، داد واشنګټن د خوشالولو لپاره کوي٠ کنه دی په حقيقت کې د يوې داسې ټولنې مشرتوب په غاړه لري چې چې د ميانه رو اشخاصو د سرونو په بيه بنسټپاله وسله وال روزي او تقويه کوي يې٠ ما د خپلې صدراعظمۍ په موده کې د سياسي مد� �سو په منحل کولو کې ډيرې هڅې وکړې خو اوس د نظاميانو د حاکميت په دوره کې همدا سياسي مدرسې لګيا دي تقويه کيږي او ورځ په ورځ غښتلي کيږي٠  ولې د ترورستانو جرړې هميشه تر پاکستانه غځيدلې وي؟ ولې د پاکستان نوي نسل په غرب کې دنورو مسلمانو ځوانانو په پرتله د افراطي توب خواته حرکت کوي؟ ولې اسلام اباد د ټولو ترورستي دسيسو په مرکز کي قرار لري؟  د څو لسيزو راهيسې مکررو نظامي مداخلو د پاکستان ځوان نسل ته دا انګيرنه ورکړې چې ګواکې زور او زياتی د حکومت کولو ښه وسيله ده٠ غرب د نظامي حکومتونو په وسيله د پاکستان د خلکو د ولسپاله غوښتنو د ټکولو په ذرېعه د پاکستان دکتاتورانو سره مرسته کړيده چې د مسلمانانو ځوان نسل ته ددغې انګيرنې په ورکولو کې لا ګړندی شي٠  بر سېره پر دي، د ځينو اجتماعي ضرورتونو په بهانه د راديکاله ادارو ساتل او تقويه کول،  ددې حقيقت ښه ښکارندويي کوي چې د اسلام اباد او ترورستي دسيسو تر منځ اړيکي او روابط � �ته٠ ولسواکه حکومتونه ترورستان نه پالي، نه يې تقويه کوي او نه د پناه ځاي ورکوي٠ ولسواکه حکومتونه داسې اتباع ټولنې ته وړاندې کوي چې د قانون او تنوع په اهميت پوهيږي اود زغم او تحمل قدرت ولري٠  يو ولسواکه پاکستان، چې د نظامي دکتاتورانو له ځغ نه ازاد وي، کولاي شي ددې مخه ونيسي چې دا هيواد د بين المللي تروريزم يوه منحوسه اډه او ځاله وګرځي ", د پاکستان نظامي حکومت: د تروريزم اصلي ځاله 4614,قدوسي سلیمانخېل," په دې اوسني وخت کي د تماس وسایلو د تکنالوژي په ب� �کت زیات پرمختګ کړي دی ، د مصنوعي سپوږمیو انکشاف لیدونکو او کتونکو ته ددې وخت او چانس ورکړ چي کله هم و غواړي او زړه یې وي هغه څه وګوري چي هغه ته د کتونکي اړتیا وي ،همداراز  ددې تر څنګ یو بل انکشاف چي ټوله نړۍ یې هک پک کړه هغه نړۍ وال جال(Internet)   دی چي کاروونکی ته  ددې  فرصت ورکوي چي په م� �یونونو پاڼي چي د بېلابېلو اهدافو لپاره پلي شوي دي یو بل پسي واړوي کومي چي هم ډېر پراخ ضررونه په بر کي لري او هم د خیر  او نېکي بې سرحده معلومات اوچانسونه . او عام وګړي د معمول په شان ددې نوي مېلمنې ټکنالوژي هرکلی کوي په هغوی کي ځیني هغه څ وک دي چي له دې جال ځخه  ناوړه ګټه آخلي او ځیني بیا ورځخه د خیر او ښېګڼي افاده او استفاده کوي اوځیني به داسي هم وي چي دواړه اړخونه یې کاروي . هر پوه او هوښیار  کتونکی چي کله دا نړۍ وال جال ګوري دا ورته له ورایه څرګندېږي چي دې جال په خپلو پاڼو کي هم زیات زهرجن مواد ذخېره کړي دي چي د انسان دین ، اخلاقو او ارزښتونو ته یو ستر ګواښ دی او هم یې ګټور علمي او پوهنیز معلومات ساتلي دي ، همداراز  یې د روزني او تربیې او د عامه اذهانو د تنویر لپاره د هرچا په مخ درڅې پرانستلي دي دي چي کولای شي هم پخپله ورځخه استفاده وکړي او هم انساني ټولني ته د هغه له لاری د بېساري خدمت مصدر وګرځي . هغه څوک چي په وېښتابه او ځیرکتیا له دې جال سره خپل تعامل ساتي  هغه په دې پوهېږي چي داجال ډېري زیاتي ګټي او بې شمېره خزانې لري چي کولای شي د سترګو په رپ کي بېله دې چي څه مصارف ځیني وغواړي خپلي څېړني  او ګټورمعلومات د کتونکو د استفادې لپاره په کي وړاندي کړي او کولای شي په هغې کي له � �خېره شویو بحثونو او څېړنو ځخه په استفادې سره خپله علمي پانګه غني کړي .",نړۍ وال جال (Internet)د خیر او شر په مېنځ کي 4615,," دکابل ښار د يکه توت د قلا وزيرپه سيمه کې نن ځانمرګى بريد ترسره شوي دي .د کابل د جنايى جرمونو د څانګې مشر على شاه پکتياوال بينوا ته وويل دا يو ځانمرګي بريد وو ، چې د لسو بجو په شاو خوا کې د کابل او جلال اباد د لويې لار په اوږدو کې د سوله ساتو ځواکونو په کاروان تر سره شوي ،چې له امله يې د سوله ساتود يو عسکر په ګډون ٥ تنه وژل شوي چې يو په خپله ځانمرګۍ او ٣ تنه يې ولسى وګړي دي . د نوموړى په وينا په دغه بريد کې ٥ تنه ټپيان شوي چې ٤ تنه يې ملکى وګړي او يو تن دسوله ساتو ځواکونو عسکردي . په دغه بريد کې ٦ موټر ويجاړ او زيانمن شوي دي . بريدپه يو کې موټر کې چې د هرات نمبر پليټ لري تر سره شوي دي. د کو� �نيو چارو وزرات وياند ستانکزى په دغه بريد کې د ٤ تنو ملکى وګړو د وژل کيدو او ٧ تنو د ټپي کيدو خبره کوي .د ايساف يو وياند ويلى چې په دغه بريد کې د سوله ساتو ځواکونويو عسکر مړ او ٣تنه نور ټپيان شوي دي .طالب جنګياليو د بريد مسوليت منلى دي . ",کابل ښار کې ځانمرګى بريد شوي دي 4616,," تيره شپه د هلمند په ګرم سير ولسوالۍ کې د افغان دولتى ځواکونو او طالب جنګياليو ترمينځ ٥ ساعته خونړى جګړه شوې چې له امله يې دواړوشکيلو لورو ته درنده مرګ او ژوبله رسيدلې ده . د هلمند امنيه قوماندان ملاخيل ادعا کوي چې د جګړې په مهال ١٥ طالبان وژل شوي او ١٠ تنه نور ټپيان � �وي دي . د نوموړى په وينا په وژل شوو طالبانو کې د طالبانو ديو قوماندان ملا ستار مړى هم پيږندل شوي دي .م� �اخيل منلې چې يوازې ٣ تنه دولتى پوليس په جګړه کې مړه شوي دي.طالب وياند قاري يوسف ادعا کړې چې د جګړې په مهال ٢ تنه طالبان مړه او ٤ نور ژوبل شوي او ١٦ دولتى عسکر ټپيان او وژل شوي دي . نوموړى وايى د ولسوالۍ ودانۍ يې سوې ده او دوه دولتى موټر او يو اندازه سپکه اودرنده وسله يې وړى ده. قاري يوسف وايى ترسهاره ولسوالۍ ددوى په واک کې وه . ",ګرم سير کې درنده جګړه شوې 4617,," د پروان ولايت د کوه صافى ولسوالۍ امنيه قوماندان حاجى ګل زمان تيره شپه ١١ بجې د ناپيږاندو وسله والو کسانو په يو وسله وال بريد کې له خپل يو ساتونکى سره وژل شوى او يو بل ساتونکى يې ژوبل شوي دي . پروان کې امنيتى چارواکو د پېښى پخلۍ کوي او وايى په دې اړوند په سيمه کې پلټڼې پيل شوي دي .په نوموړى هغه مهال د کوه صافى ولسوالۍ په يو کلى کې بريد شوي دي چې د يو واده له مراسمو څخه په ستنيدو و. ",د کوه صافى امنيه قوماندان وواژل شو 4618,," تيره شپه د پکتيکا د يحيى خيلواو يوسف خيلو په ولسواليو طالب جنګياليود سپکو او درندو وسله وال بريددونه تر سره کړي دي ، چې له امله يې ٢ تنه دولتى عسکر مړه او ٢ تنه نور ټپيان شوي دي . د پکتيکا يو امنيتى چارواکى بينوا ته وويل ، جګړې ٣ ساعته دوام کړى او دولسوا� �يو ودانيو ته يو څه زيان رسيدلى دى .همداشان د خوست د ګربزو په ولسوالۍ هم تيره شپه وسله وال بريد تر سره شوي ، چې مرګ او ژوبله نه لري او يوازې د ولسوالۍ ودانۍ ته په کې زيان رسيدلى دى. ",د پکتيکا او خوست په 3ولسواليو بريد شوي دي 4619,ژباړن:ب.بهیر وردګ,"   (Arithmetic and Logic Unit) د CPUدا برخه چې په لنډ ډول د ALUپه نامه ياديږي د حسابي او منطقي چارو د سرته رسولو مسؤل دی. منطقي چارې تل پرته ليېزې (مقایسوي) چارې وي چې کولای شي د کمپيوټر پواسطه اعداد،توري او ځانګړي نښې پ� �تله او له هغه سره سم ټاکلی هوډ ونيسي.منطقي چارې کولای شي چې لاندې درۍ حالته و ازمويي:• مساوي حا� �ت• لوی حالت • کوچنی حالتد لوی يا مساوي،کوچني يا مساوي،نا مساوي او نور پرتله يېز حالات د پو� �ته دريو حالاتو له يو ځای کېدو څخه لاس ته راځي.منطقي چارې د And,Or,Not ځانګړو سرکتونو پواسطه سرته رسيږ ي. ",د حساب او منطق برخه 4620,ژباړن:ب.بهیر وردګ," (Registers) راجسترونه د معلوماتو او دستورونو د ساتلو لپاره لنډمهاله ځايونه دي.راجسترونه د کنترول د برخې پواسطه په نيغه توګه اداره کېږي.راجسترونه کولای شي چې د ساتلو په لوړه چټکتيا دستورونه پراسس او وليږي.د کمپيوټر له اصلي ساتنځي (RAM)سره د راجسترونو بنسټيز توپير په دې کې دی چې راجسترونه کولای شي هغه معلومات وساتي کوم چې په همدې � �يبه کې د پراسس په حال کې وي او اصلي حافظه هغه معلومات ساتي کوم چې کېدای شي په نژدې راتلونکي کې پراسس � �ي.80386او له هغې وروسته پراسسورونه د32 بيتي 16 راجسترونو  لرونکي دي پخواني پراسسرونه د 16 بيتي 14 راجست� �ونو لرونکي ؤ. ",دکمپیوټر راجسترونه 4621,ژباړن:ب.بهیر وردګ," (Clock ) د پراسسر په دننه کې یوه ګړۍ شته چې د نبضونو (Pulses)پواسطه د کمپيوټر د ټولو پرزو چارې هم غږي کوي.کمپيوټر برسيره پر مرکزي پراسسر د څو فرعي پراسسرونو لرونکی دی.فرعي پراسسرونه په پرله پسې او دوامداره بڼه نه بلکې په متقطع (وقفه اي) بڼه عم ل کوي ددې متقطع عمل د کنترول لپاره له يوې مرکزي ګړۍ څخه کاراخلي چې له هر فرعي پراسسر سره وصل دی.ګړۍ د يوه تپيدونکي زړه په څير دی، پراسسر تر هغې ويده وي چې تر څو د ګړۍ تپيدل ورته نه وي راغلي او د ګړۍ د تپيدا له راتګ سره سم له خوبه ويښ او خپله دنده سرته رسوي.د هر دوراني حرکت په څير، ددوو تپيداؤ تر منځ وخت د دورې په نامه ياديږي او په ثانيه اندازه کېږي.په يوه ثانيه کې د تپيداؤ شمير د فريکونسي په نامه ياديږي چې په هرتز اندازه کېږي.په حقيقت کې هرتز ددورې معکوس دی    (Hz=1/sec ).د چټکو پراسسرونو چټکتيا چې په GHz او د ګړۍ چټکتيا چې په MHz اندزه کېږي،دا د پراسسر او د کمپيوټر چټکتيا ټاکي.پراسسر يوه مسله ګام په ګام حلوي چې ددې ګام په ګام حل س� �عت هم د ګړۍ د چټکتيا پواسطه ټاکل کېږي.يوه ګړۍ په حقيقت کې دا ټاکي چې کمپيوټر په کومه چټکتيا یوه مسله حل کړي،د کمپيوټر د ګړۍ هره تپيدا د ماشين د يوه دستور يوه برخه سرته رسوي.هر دستور د ګړۍ يوه يا څو دورو ته اړتيا لري.البته دا شميره د پراسسر له ډول سره تړاو لري. ",د کمپیوټرګړۍ 4622,," د ايساف په خپره شوى پاڼه کې ويل شوي چې نن سهار ٥ بجې او ٣٠ دقيقى د کندهار ولايت په پنجوايى ولسوالۍ کې د يوې تيروتنې له مخې په خپله د سوله ساتو ځواکونو د هوايى بريد له امله د ناټو يو عسکر مړ او څو تنه نور ټپيان شو دي . په کندهار کې د ناټو وياند ميجر اينس وايى ټپيان د کندهار هوايى ډګر روغتون ته ليږدول شوي دي .نوموړى بينوا ته وويل چې تر دم ګړى پورې د ګډو فوځى عملياتو په ترځ کې ٢٣١ طالبان وژل شوي دي . يوطالب وياند دنوموړى ادعا نه منى او وايى وژل شوي کسان ټول ملکى وګړي دي اود ناټو له ١٥ څخه تر ٢٠ تنو عسکر يې وژلى او ٦ ټانکونه يې له مينځه وړي دي. په دغه جګړه کې ٤ کانادايى عسکر هم وژل � �وي دي. له سيمې څخه په رارسيدلو رپوټونو کې راغلي چې اوس هم جګړه روانه ده او عينى شاهدان وايى چې ولسى وګړو ته هم مرګ او ژوبله اوښتې ده . ",دسوله ساتوځواکونو يوعسکر کندهارکې وژل شوي 4623,," افغان دولتى پوليسوپرون د کابل د پغمان ولسوالۍ کې د( � �عل چونټه) تر مشرى لاندې د غلو يوه ٣ کسيزه ډله نيولې ده. د کابل د جنايى څانګې مشر على شاه پکتياوال د پېښى پخلۍ کوي او وايى پوليسو هغه مهال دغه ډله ونيوله چې غلاى شوى موټر و ته يۍ نوى رنګ ورکوو. په دغه ډله د موټرو او نورو غلاو تور لګول شوي دي. ",کابل کې د غلو يوه ډله نيول شوي 4624,," نن سهار د كابل او جلال آباد پر لويه لار د يكه توت په سيمه كي ځانمرګى بريد وسو چي له امله يې د چارواكو په وينا ۳ ملكي كسان مړه او د نړيوال ايتلاف څلور سرتيري ټپيان سوي دي، د كورنيو چارووزارت بي بي سي ته ويلي چي د بريد لپاره له يوه جيپ م وټر څخه كار اخيستل سوى دى، چي موخه يې د سوله ساتي ځواكونو تېرېدونكى كاروان وو.بل پلو د طالبانو وياند � �اكټر محمدحنيف بېنوا ته په يوه لېږل سوې پاڼه كي بريد كوونكي د ولي الرحمان په نوم د كاپيسا ولايت د نجراب و� �سوالۍ اوسېدونكى معرفي كوي او وايي چي په دې بريد كي يې د ايساف درې موټره له ټولو سپرليو سره له منځه وړي دي.خو په كابل كي د آيساف يو وياند بي بي سي ته ويلي چي د لومړنيو خبرونو له مخي په بريد كي د آيساف سرتېري مړه نه، ب� �كي څلور تنه يې زخميان سوي دي.دا په داسي حال كي ده چي د كابل د امنيه كومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې د څانګي مشر مل پاسوال علي شاه پكتياوال رسنيو ته وويل چي په بريد كي يو برتانوى سرتېرى وژل سوى دى. د نوموړي په وينا په پېښه كي د ۳ ملكي كسانو پر مړېنه برسېره ۷ تنه ټپيان سوي هم دي. ",چارواكي: د كابل په بريد كي ۳ ملكيان مړه او ۷ زخميان دي 4625,," د طالبانو وياند ډاكټر محمد حنيف بېنوا ته په يوه لېږل سوې پاڼه كي وويل تېره شپه د كوه صافي ولسوالۍ امنيه قومندان ګل زمان له خپلو اتو تنو عسكرو سره يو ځاى د يوه بريد په ترڅ كي ووژل سو.  خو د چارواكو په وينا په بريد كي له قومندان ګل زمان سره يوازي يو ساتونكى مړ او بل زخمي سوى دى، دوى ويلي وه چي د پېښي په اړه يې پلټني پيل كړي دي.د پروان ولايت د كوه صافي ولسوالۍ امنيه قومندان ګل زمان تېره شپه له يوه واده څخه د ستنېدو پر مهال په لاره كي د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل سوى وو چي تر دې دمه يې چا مسئوليت نه و منلى. ",د كوه صافي امنيه قومندان ګل زمان طالبانو وژلى 4626,," د دې ټولګي نوم د وصال ډالۍ ده او په ټولو شعرونو كي يې بې ټكو توري لكه  ا، ح، د، ر، س، ص، ط، ع، او ..... كارول شوي دي، شاعر يې د كندهار ځوان شاعر احمدسعيد وصال دى چي اوس په اسټراليا كي د مهاجرت ژوند تېروي.دا ټولګه د ښاغلي عبدالبا� �ي جهاني له څلور مخيزي سريزه سره په۶ ۱۳ مخونو كي د صحاف نشراتي موسسې له خوا د شاعر په خپل لګښت چاپ شوې ده.  ښاغلى جهاني په خپله سريزه كي د وصال په اړه داسي ليكي:((احمدسعيد وصال زموږ د ځوان كول شاعرانو په كتار كي ځانته څرګند مقام لري. شعر يې د نورو ځوانانو شاعرانو په څېر رنګين او ژور دى، ښېګڼه يې لا دا ده چي هم ډېر زيات او هم ډېر ښه شعر ليكي. ما ته يې ښايسته ډېري غزلي په ټلېفون كي ويلي دي او ډېر ځله يې ښكلا ته منګ تللى يم دا ګړى يې زماپه مخ كي د غير منقوط غزلو يوه مجموعه پرته ده چي زماپه عقيده د پښتو ژبي په تاريخ كي به بې مثاله وي.))ورپسې د شاعر خپلي خبري راغلې دي، كتاب په حمد پيل شوى، چي غزلي، نظمونه او څلوريزي پكي راغلي دي. ",په پښتو كي د بې ټكو شعرونو لومړۍ ټولګه چاپ شوه 4627,,"   د قطر د بهرنیو چارو وزیر جاسم نن په دوحه کې يوې خبري ناستې ته وویل چې هیواد یې هوډ لري د خپل هیواد دوه تر درې سوه سرتیري د لبنان سویل ته د ملگ� �و ملتونو د یونیفل د ځواکونو ملتیا ته د امنیت د خوندي کولو په موخه ولیږي، خو لا هم ملگرو ملتونو تردم گړي د دې خبر په اړه غبرگون نه دی ښکاره کړی، قطر لومړی عرب هیواد دی چې لبنان ته خپل سرتیري استوي. ",قطر هوډ کړی چي لبنان ته سرتیري ولیږي 4628,,"   نن د اردن په پلازمینې عمان کې یوه وسلوال د سیلانیانو په یوه سیلانځای برید وکړ چې په ترڅ کې یې یو برېتانوی سیلاني ووژل شو دوې نورې ب� �ېتانوۍ ښځې، یو جرمنی، یوه د استرالیا ښځه او یوه هم د نوي زیلانډ سیلانۍ ښځه د برید ښکار شوې  او ټپیانې شوې دي. ",په اردن کې وسلوال یو تن بهرنی سیلاني وواژه 4629,شاعر څمکنى," مبارکي درته وايو خرم صاحبه که خپل کلتور د کړ ژوندى بيا دي منو صاحبه جناب کرزي چې پشنهاد کړل دا پنځه وزيران  البته وي به تقوادار په نس ماړه وزيراند اداري فساد رشوت نه به په څنګ تېرېږي  څوک چې رشوت غواړي هغه تر نام او ننګ تېرېږي مشکل دى زيات چې خپل نظر پرې ځغلوم صاحبه   که خپل کلتور دي کړ ژوندى بيا دي منم صاحبهنحمدًه و هر سړى وايي خو عمل ن� �ته دى      وطن يې چور کړو تقوادارو بلکل غل نشته دى که څوک خفه وي که خوشحال زه حقيقت ليکم ه هر څوک چې کار کوي هغه بۀ سر اوچت ليکمهټول خادمان به د ملت تشويقوم صاحبه که خپل کلتور دي کړ ژوندى بيا دي منم صاحبه جناب کرزى کچکول په غاړه کومکونه غواړي  ټولې نړۍ نه د فقير په شان خيرونه غواړي پيسې چې راوړي د غدار ډاکو جيبو ته لوېږي چې ترېنه زياتې شي په ګټه بيا بانکو ته لوېږي په خيانت به ټول جګپوړي خبروم صاحبه که خپل کلتور دي کړ ژوندى بيا دي منم صاحبه زه يو شاعر د دربار حق خو پټولى نه شم   دا اسويلي نور په سينه کې پټ ساتلى نه شم د خيانت پرده به لوڅه کړي شاعر څمکنى د بې وسۍ په جال کې ګير دى دا فقير څمکنى دا خپل فرياد به هر مقام ته رسوم صاحبه  که خپل کلتور د کړ ژوندى بيا د منم صاحبه ", د اطلاعاتو او کلتور نوي وزير ته ډالۍ 4630,," د جنوب لويديځي حوزې لپاره د طالبانو پوځي قوم ندان ملا داد الله له اسوشيټيډ پريس خبري اژانس سره په يوه ټلېفوني مركه كي وويل چي كه چيري د آزادو رسنيو خب� �يالان د نړيوال ايتلاف په ګټه د دروغو راپورونه خپاره كړي له مرګ سره به مخ شي.ده وويل نړيوال ايتلاف له خب� �يالانو څخه د طالبانو په مقابل كي د تبليغاتي وسيلې په توګه كار اخلي، نوموړي دا څرګندوني د هغه خبر په اړه وكړې چي تيره ورځ ناټو ځواكونو د كندهار په پنجوايي او ژړۍ ولسواليو كي د ۲۰۰ طالبانو د وژلو ادعا وكړه.ملا داد الله دا خبره دروغ وګڼل او زياته يې كړه چي په دې جګړو كي آن ۱۰ طالبان هم نه دي وژل شوي، ده وويل ناټو ځواكونو يوازي د خلكو پر كورونو، باغونو او پټيو بمباري وكړې.ملا داد الله وويل د اسلام له نظره دوى دا ح ق لري هغه خبريالان چي د ايتلافي ځواكونو په نقل قول دروغجن خبرونه نشروي ووژني او زياته يې كړه چي د ځانم� �ګو بريدونو لپاره يې ۵۰۰ كسه اماده كړي دي. ",طالب قومندان خبريالانو ته ګواښ وكړ 4631,قدوسي سلیمانخېل,"   له هغه وخته  چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د الله تعالی لور ته د بلني اود تو حید د عقیدې د خپرولوکار پیل کړ او د طبقاتي نظام چي په هغه وخت کي د عربو په جزېره کي پلی وود له مېنځه وړلو او د ظلم او استحصال د استیصال او له جرړو ځخه د اېستلولپاره خپله مبارزه پیل کړه او په انساني ټو� �نه کي یې دعدل او مساوات آواز وچت کړ او د نېکمرغه مسلماني ټولني د بنسټ اېښودلولپاره یې خلګو ته د اسلام د سپېڅلي نظام زېری ورکړ،  باطل پلوه قوتونه له خپلو ټولو امکاناتو سره دهغه  د په لاره شوی انق� �اب  مخ ته ودرېدل  او  په مختلفو � �کلونو یې  د هغه د مقدسي مبارزې په وړاندي دخنډونو ایجادول یې پیل کړل هغه انقلاب کوم چي دجهالت د ترږمیو ، استبداد او بشري استحصال او په عربو کي د موجود طبقاتي سیستم د له مېنځه وړلو لپاره د بش� �یت د نجات داعي د هغه بنسټ تازه اېښی وو . کفارو او دمکې مکرمې مشرکینو له رسول الله (ص) سره د جګړې او مقاومت ټول م ېتودونه وکارول ، هغه یې په دروغ ویلو، جنون ، او جادوګري اونورو تهمتونو تورن کړ ، محاصره یې کړ ، او له خپل پ� �رني ټاټوبي ځخه یې دهغه دشړلو او وژلو پلانونه طرح کړل ، درسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د ملګرو په خلاف یې  تعذیب ، ترور او نفسیاتي جګړه تر دې حده توده وساتله چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځینو ملګرو ساه تر شکنجو او تعذیب لاندي وختله او په شهادت ورسېدل لکه یاسر او سمیة رضي الله تعالی عنهما و أرضاهما، مشرکینو په مکه مکرمه کي د رسول الله ص� �ی الله علیه وسلم په خلاف په چلول شوي تحریک او د هغه په شړلو او د هغه د ملګرو په تعذیبولو اکتفاء ونکړه بلکه کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوی له وحشیانه سلوک ځخه تنګ راغی اومدینې منورې ته یې هجرت وکړ  هلته یې هم دخپل تعصب او جګړي لمن ورغزوله ، د مدینې منورې له منافقینو او یهودو سره په ګډه د هغه ددعوت مخي ته ودرېدل . قریشو او د هغوی حلیفانو چي هرڅه وکړل هغه په اسلامي تاریخونو کي لیک دی خو الله تعالی جل شأنه غوښتل چي د هغه ډېوه بله وساتي او دعوت په خپل مسیر کي په چټکتیا س� �ه روان ووچي د جهالت او ترږمیو کنډوالې یې نړولې او له روښانو فکرونو او دخیر او انسان رغوني له احساساتوسره یې خواله کوله ،خلګو په ډېره مینه او ولوله ددې دعوت هرکلی کولو تر څو دا عقیدوي او فکري انقلاب په پښو ودرېدلو . له ډې ټولو کړاوونو او ستونځو سره چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم او دهغه د ملګرو په وړاندی مخي ته راغلو خو بیا هم قرآنکریم هغوی ته د بښني ، عفوي او درګذر آواز کوي او له هغوی ځخه غواړي چي له صبر او زغم ځخه کار واخلي او د بدو په مقابل کي احسان وکړي او له انتقام اخېستلوځخه ډډه وکړي . رسول الله صلی الله علیه وسلم د قرآنکریم دا لارښووني په بشپړه توګه تطبیق او عملي کړې او د عفو اوبښني  په خپلولوسره یې د اسلامي اخلاقو او ارزښتونو یوه غوره نمونه  انسانی ټولني ته وړاندي کړه . رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلامي اخلاقو او ارزښتونو یو ژوندی مثال وو او د هغه ددعوت د بري راز په همدې کي نغښتی وو چي څه چي هغه خلګوته رسول او کومي د نېکمرغي لاري چي یې نوروته ښودلې هغه له وړوکتوبه د هغه په عمل کي پلي وو. مونږ به دلته د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعفو او بښني ځیني ژوندۍ بېلګي چي دجګړي ، سیاست او دعوت په ډګرونو کي د هغه په اخلاقو کي ځلېږي وړاندي کړو: لومړۍ بېلګه : په درېیم هجري کال کي د مشرکینو لښکر په مدینه منوره یرغل وکړ چي په نتېجه کي یې د اُحد جګړه ونښته په دې جګړه کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم تره د الله تعالی او د هغه د رسول (ص) زمری حمزة رضی الله تعالی عنه د جبیر بن مطعم د مریېی چي وحشي نومېدلو په خنجر په شهادت ورسېدلو د ابوسفبان ښځه چي هند نومېدله د قریشو د ښځو په ملګرتیا راغله او د مسلمانانو د شهیدانو په څېرو یې  لوبي پیل کړې او له همدغو شهیدانو سره ددښمني په اساس یې د هغوی غوږونه او پوزي پرې کولې او مخونه یې ورڅیرل او داړل د هند عداوت او دښمني له مسلمانانو سره تر دې حده وه چي  ددې لپاره چي سینه یخه شي د هغوی له پوزو او غوږونو ځخه یې په ډېر � �لبي قساوت د غاړي غړواندی جوړ کړ او په غاړه یې کړلو او د حمزه رضي الله تعالی عنه سینه یې څېري کړه او دهغه اینه یې خوړله او ویې ژووله خو تېرولای یې نشوای واپس یې تویې کړه (سیرت ابن هشام) . دا هغه شهیدان وو چي له حق ځخه ددفاع ، او له ظلم او د طاغوت له غلامي ځخه د بشریت د خلاصون په لاره کي شهیدان شوي وو. جګړه پای ته ورسېدله ، دواړه لښکري د جګړې له ډګره په شا شولې مسلم انان راغلو د خپلو شهیدانو دلاشونو تلاش یې پیل کړ  او رسول الله صلی الله علیه وسلم د شهیدانو لاشونو ته ودرېدلو  او هغه څه یې په خپلو سترګو ولیدل څه چي مشرکینو په همدغو لاشونو کړي وو او د خپل تره په څېره د هغوی تمثیل  ډېر ودردولو ، رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه ملګرو دا پرېکړه وکړه چي که په مشرکینو بری ومومي  ضرور به د همدغو کړو وړو سخته سزا مجرمینو ته  ورکوي . نښتي او جګړې تر هغه وخته رواني وې تر څو چي الله تعالی د خپل رسول صلی الله علیه وس� �م مرسته وکړه اومسلمانانو ته یې په باطل پرستانو بری ورکړ  او تقریبا له دې دردوونکو فاجعو ځخه پنځه کاله وروسته مسلمانانو م که مکرمه له طاغوتیانو ځخه آزاده کړه  رسول الله صلی الله علیه وسلم   د الله تعالی ددې ارشاد له مخي چي مسلمانان د یا خو بالمثل بدله واخلي او زیاتی د نه کوي او یا د بښنه وکړي او بښنه غوره ده هماغه  مجرمین وبښل : الله تعالی ف� �مایې : وان عاقبتم فعاقبوا بمثل ما عوقبتم به و لین صبرتم لهو خیر للصابرین ٭ واصبر وما صبرک الا بالله ولاتحزن علیهم ولاتک في ضیق مما یمکرون . تفسیر: که ددعوت او تبلیغ په لاره کي د مشرکینو له خوا تا ته کوم تکلیف او ځور ورسېږي اوته بیا په هغوی برلاسی شې نو بالمثل او مساوي په هغه شان سلوک ورسره وکړه کوم چي هغوی له تاسره کړی وي او که له صبر او زغم ځخه کار واخلې نو صبر د صبر کوونکیو لپاره خیر او بهتره ده او که د الله تعالی توفیق نه وي نو په مصېبتونو صبر کول آسانه کار نه دی اود هغوی په شرک او کفر باندي د ټینګار له وجهي چي ولي نه مسلمانېږي مه خفه کېږه او د هغوی له ف� �ېبونو ځخه مه زړتنګی کېږه .  رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه قاتلین او مجرمین وبښل اوخپله  مشهوره وینا یې هغوی ته واووروله : یا معشر قریش ماترون اني فاعل فیکم ؟ قالوا خیرا ، أخ کریم وابن أخ کریم ، قال : لا تثریب علیکم الیوم اذهبوا فأنتم الطلقاء . (الکامل في التاریخ) اې د قریشو قومه آیا تاسو خبر یاست چي زه به نن ستاسو د کرتوت په مقابل کي له تاسو سره څه وکړم ؟ هغوی په ځواب کي ورته وویل : چي ښه به راسره کوې ، مهربانه ورور مو یې او د مهربانه ورور زوی یې ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمایل : نن په تاسو هیڅوک غرض نلري ولاړ شۍ او آزاد یاست . دوهمه بېلګه : کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته تشریف راوړلو  د یهودو او مسلمانانو تر مېنځ یې د یو په بل د نه تېري او روغي یو تړون ولیکلو یهودو په هغه وخت کي د مدینې منورې د اوسېدونکیو یوه برخه جوړوله خو یهودو په هغه عهد وفا ونکړه کومه چي یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره لېکلي وه ، په پټه یې د مسلمانانو په خلاف توطیې پیل کړې  او د مسلمانانو له مخالفینو او له مشرکینو او منافقینو سره یې پټ ایتلافونه او تحالفات جوړ کړل  او دفتنو د جوړولو لپاره یې ددروغو پروپاګندونه پیل کړل او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د قتل لپاره یې پلان جوړ کړ خو الله تعالی ور ځخه خلاص کړ  دا هغه وخت چي یوې یهودي ښځي په کباب شوي پوسه کي هغه (ص) او د هغه ملګري ته زهر ورکړل خو الله تعالی د وحي په ذریعه هغه خبرکړ چي په دې غوښه کي زهر اچول شوي دي ، تاسوڅه فکر کوۍ چي دداسي قاتلانه دسیسې په مقابل کي څه درېځ باید ونیول شي او له داسي مجرم څه سلوک لازم دی چي صورت ونیسي . د سېرت په کتابونوکي دا واقعه داسي نقل شوي ده : ولما استقر رسول الله صلی الله علیه وسلم أهدت له زینب بنت الحارث امرأة سلام بن مشکم شاة مص� �یة مسمومة فوضعتها بین یدیها فأخذ رسول الله صلی الله علیه وسلم منها مضغة ، فلم یسغها و معه بشر بن البراء بن معرور فأکل بشر منها ، وقال رسول الله صلی الله علیه وسلم ان هذه الشاة تخبرني أنها مسمومة ثم دعا المرأة فاعترفت فقال ماحملک علی ذلک ؟ قالت : بلغت من قومي مالم یخف علیک فقلت : ان کان نبیا فسیخبر وان کان ملکا استرحنا منه ، فتجاوز عنها . (الکامل في التاریخ) کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم کرم فرماشو زینب د حارث لور او د سلام بن مشکم ښځي  په اور پخ � �وی پوسه چي په زهرو ککړ شوی وو د مېلمه پالني لپاره د هغه حضور ته وړاندي کړ رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ګوله ځیني ور واخېستله خو مزه یې ورنکړه او بشر بن البراء بن معرور هم ورسره ملګری وو بشر وخوړله ، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل : داپوسه ماته خبر راکوي چي هغه په زهرو ککړ شوی دی ، بیایې هغه کوربه ښځه راوغوښتله هغې ددې جرم اعتراف وکړ ،  رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه ځیني وکړه چي څه شي ددې عمل ارتکاب ته وپارولې ؟ هغې په ځواب کي ورته وویل : تاته معلومه ده چي ځما د قوم له تاسره دښمني ده او ستاله لاسه هغوی په ځور دي ، ماله ځان سره وویل که ته په رېښتیا نبي وې خبر به کړل شي او که یوخان یا سرداروې مونږ به د له ضرر ځخه خلاص او په امن کي شو ، بیارسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ښځه وبښله . دا زمونږ د ګران پیغمبر  رسول الله صلی الله علیه وسلم ددښمنانو په مقابل  کي دپراخي سینې اوبښني او زړسوي دوه ژوندۍ نمونې وې ، دا دسیاستونو او ټکرونو په نړۍ کي د اخلاقو ځلانده فورمولونه دی ، دا هغه اسلامي ارزښتونه او اهداف دي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په عملي سلوک او سیاست کي یې ځانته ځای نیولی دی ، د اسلام اهداف لکه چي جوته ده د بشریت لا� �ښوونه او د اخلاقو رغونه ده او جهاد د انتقام وسیله نه بلکه د حق د اثبات او دطاغوت د مجبورولو لپاره ده چي له خپلو شرانګېزو سیاستونو ځخه لاس په سرشي او د باطلو فکرونو اوانګېزو له تیتولوځخه لاس واخلي .  رسول الله صلی الله علیه وسلم نه یواځي په خپله عفو او بښنه کوله بلکه په ډېرو احادیثو کي یې مسلمانان هم په دې ګمارلي دي چي په خپلو کړو وړو او اجتماعي تعلقاتو کي تل له عفو او بښني ځخه سرشاروي  او عفو هم هغه وخت چي کله د په انتقام وس برشو الله تعالی د زمونږ هر عمل درسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو په اتباع ښکلی او آراسته کړي (آمېن) ",عفو یابښنه اوپه نبوي اخلاقوکي د هغې ژوندۍ بېلګي 4632,," د کندهار والى اسدالله خالد پرون ناوخته يوې خبرى ناستې ته وويل چې د ګډو فوځى عملياتو په بهير کې د پنجوايى او ژړۍ ولسواليو کې دملاولى، حيد� �اغا، مولوى عبد الحنان،او ملاګل اغا په نومونو د طالبانوډير مشهور سيمه ايز قومندانان وژل شوي دي. خالد وويل د ملى اردو او پوليسو ځواکونه مرګ او ژوبله نه لري ،يوازې د ناټو ٥ سرتيرى مړه او يو شمير ټپيان شوي دي . ده ونه منله چې د عملياتو په ترځ کې ولسي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې . ده زياته کړه عمليات به ترهغه وخته دوام وکړى تر څو سيمه د طالبانو له شتون څخه نه وي پاکه شوي.په سيمه کې عينى شاهدانو بينوا ته ويلى چې کورونه او باغونه بمباري شوي او ولسى وګړو ته مرګ او ژوبله رسيدلې ده. ", ٤ سيمه ايزطالب قومندانان کندهار کې وژل شوي 4633,ميرويس جلالزى," دا عمليات چې د شنبې په ورځ د څه باندي دوه زرو افغان او د ناټو پوځيانو په ګډون پيل شوې د ملي دفاع وزارت د چارواكو په ينا په ډير شدت روان دې او دښمن ته پكې درانه د سر او مال زيانونه اوښتي دي. رپوټونه د ناټو د وياند سكوت لونډي څخه په نكل وايې چې څه باندي دوسوه اورپكې په دي عملياتو كې د ژيړي او پنجوايې په ولسواليو كې وژل شوي دي او په لسګونو تنه نور ټپيان دي. هوايي بم غورځونكې الوتكې هم نن سهار ليدل شوې چې د دي ولسوالي ډيري برخې ېې بم بار كړي دي. د ناټو وياندويان وايې د عملياتو له خطميدا سره به په دي سيمو كې افغان پوليس او عسكر ځآي پر ځاي شې او د بيارغوني كارونه به هم پيل شې. ",د زر سري ښامار په نامه عمليات پاي نه مومي 4634,ميرويس جلالزى," دا ټكې د قطر د دولت عالي رتبه مامورينو د ملګرو ملتونو له عمومي منشي كوفي عنان سره تر ليدو كتو وروسته پرون په عمان كې څرګند كړ. قطر چمتوالي ښولي چې دوه سوه سرتيري به د لبنان او اسرايلو تر منځ په پرته جنوبي پوله كې وګماري تر څو هلته د امنيت ساتنه وكړي. ",قطر د لبنان او اسرايو پولي ته سرتيري استوي 4635,ميرويس جلالزى," د دي ښار ډيري شمير اوسيدونكي ادعا كوې چې له تي� �ي يوې مياشتي راهيسي د پوليسو په جامه سمبال وسلوال په ډيرو سيمو كې د ملكي خلكو استوګن ځآيونو ته د شپې پرمهال ورننوزي او د هغوي شتمني او په كور كې قيمتي وسايل ترينه وړي. له بل اړخه امنيتي مسولين ډاډ وركوې چې په دې ښار كې امنيت ټينګ دې او دوي تر اوسه له داسي يوي پيښي سره ندي مخامخ شوې چې د پوليسو په جامو سمبالو وسلوالو د خلكو كورونه لوټلي وي. ",د كابل په ښار كې د غلا پيښي زياتي شوي 4636,ميرويس جلالزى," دا پيښه د ژغورني د ډلو د مامورينو په وينا د نومړي ښار په يو استوګن ځاې كې وروسته له هغه رامينځ ته شوه چې د سيمي اوسيدونكي د بريښنا له نه شتون سره مخ او د ډيوو په لګولو يې لاس پوري كړ.. پوليس وايې وروسته له هغه چې نوموړي استوګن ځاي اور واخيست د كور بام را ونړيد او شپږ ماشومان پكې ګير شول. ",د امريكا په شيكاګو كې ۶ تنه ماشومان مړه شول 4637,ميرويس جلالزى," د لندن ټايمز ورځپاڼي د ب� �يټانيا د دفاع وزارت د يو لوړ پوړي مامور څخه په دي شرط چې نوم يې خپور نه شې خبر وركړي چې لمړني تحقيقات ښيې چې دا الوتكه د مخالفينو له خوا په بريد كې را غورځيدلي وه او هيڅ كومه تخنيكې ستونزه يې نلرله. دا الوتكه چې د كندهار په ولايت كې د اونۍ په سر كې را وغورځيده په پايله كې يې ۱۴ تنه بريټانوې د ناتو تر مشري لاندي سرتيري ووژل شول. طالب ویاند ډاکټر حنیف تیره ورځ دد سی ان ان له تلویزون سره په خپلو خبرو کي ویلي و چي الوتکه دوی په راکټ ویشتلې ده ",راغورځيدلي بريټانوي الوتكې تخنيكي ستونزه نه لرله 4638,ميرويس جلالزى," دا بريد چې د نوموړي ولايت د امنيه قوماندان نبي جان ملاخيل په وينا د د دوشنبي په شپه د وسلوالو طالبانو له خوا تر سره شو په پايله كې ېې ۱۶ تنه بريد كونكې له م ينځه تللي او ۱۰ تنو نورو درانده ټپونه اخيستې. جګړه د هلمند د امنيه قوماندان په قول د طالبانو په تيښتي پاي ته ورسيده . ګرمسير يوه د هلمند له هغو نا كرارو ولسواليو ده چې يو ځل ورته څه موده وړاندي  طالب وسلوال هم ور ننوتي وو. ",د هلمند په ګرمسير ولسوالي بريد وشو 4639,ميرويس جلازى," د پاكستان د باندنيو چارو وزارت مامورينو خبر وركړ چې د دي هيواد جمهور ريس د خپل افغان سيال رسمي بلنه منلي او د دي اوني تر پايه پوري به افغانستان ته سفر وكړي خو دامنيتي دلايلو له امله د هغه د سفر دقيقه نيټه نشي ښولاي . د پرويز مشرف او حامد كرزي تر منځ وروسته له هغه څه موده وړاندي ژبني شخړه پيل شوه چې افغان لوري پاكستان ته د القاعدي ډلي د ځينو هغو غړو د استوګن ځايونو په اړه � �يست وړاندي كړ چې د پاكستان په خاوره كې پټ دي چې دي كار د مشرف غوصه راوپاروله او حامد كرزي يې د خپل هيواد له چارو په بې خبري تورن كړ. ټاكل شوې چې دواړه لوري به د نړيوال تروريز په وړاندي ګډه مبارزه او د دواړو هيوادو تر منځ په مرزي امنيت خبري وكړي. ",پرويز مشرف افغانستان ته راځي 4640,ميرويس جلالزى," دا ګډ پوځي تمرينات د دوشنبې په ورځ د عربو په سم ندرګې كې د امريكا او پاكستان د سمندري او پياده قواوو له خوا تر سره شول. د امريكا دفاع وزارت ته ورنژدي باوري منابع وايې په دي پوځي مانور كې د امريكا اوبتلو ، جنګې بيړيو او د رهبري شويو ميزايلو د دفع كونكو توغنديو خاصو بيړيو ګډون درلود . د پاكستان له اړخه يوازي دوه جنګي بيړي او يوه اوبتلي په دي مانور كې دخيلي وي. د دي دوو م� �ګرو هيوادو د پوځي ګډ مانور موخه د تروريزم او مخدره توكو په وړاندي په مبارزه كې د خپلې ګډي وړتيا ښول په ګوتو شوي دي. ",د پاكستان او امريكا پوځي مانور پيل شو 4641,"ميرويس جلالزى"," دا بريد د دوشنبي په ورځ سهار د كندهار په ولايت كې وروسته له هغه د شمالي اتلانتيك ( ناتو) تړون د پليو سرتيرو په يوو ټولګي تر سره شو چې د ژيړي او پنجوايې په ولسواليو كې په ځمكنيو عملياتو بوخت وو. د دي قواوو وياند سكوت لونډي ومنله چې په دي هوايي بريد كې د دوي يو سرتيري وژل شوي او يو شمير نور ټپيان شوي دي. له بلي خوا په دي دوو ولسواليو كې له دريو ورځو راپدي خوا عمليات روان دې او په نتيجه كې ېې ۴ كاناډايې سرتيري وژل شوې او ۷ تنه نور ژوبل شوې دي. ",ناټو قواوو په خپلو سرتيرو خونړي بريد وكړ 4642,ميرويس جلازى,"     نړيوالو معتبرو خبري آژانسونو د كاناډا د دفاع له وزير څخه په نكل خبر وركړي چې نومړي ويلي مونږ له پاكستاني لوړ پوړو چارواكو څخه غوښټنه كړي تر څو  اجازه راكړي خپل يو شمير سرتي� �ي له افغانستان سره د پاكستان په پرته پوله كې خو د پاكستان په خاوره كې ځاې پر ځاې كړي تر څو هلته د تروريستانو ځالي ولټوي. افغان او نړيوالو مرسته كونكو هيوادو په وار وار پاكستان په دي تورن كړې چې افغانستان ته ترهګر د دوي له خاوري را اوړي . د كاناډا د دفاع وزير دا هم ويلي چې له پاكستاني مقاماتو سره په دي هم غږيدلي تر څو د هغوي ځيني پوځيان د افغانستان كندهار ولايت ته راشي او هلته له افغان دولت او سوله ساتي ځواكو سره په هم غږي كې د تروريستان په وړاندي جګړه پر مخ بوزي. تر اوسه په دي اړه د افغانستان د دفاع وزارت غبرګون ندي ښو� �ي. ",كاناډا: غواړو د پاكستان خاوري ته سرتيري وليږو 4643,"ميرويس جلاز� �"," پوليس وايې د دوشنبې په سهار يو وسلوال اورپكې چې د الله اكبر ناري يې وهلي د بريټانويانو يوي مهلي ته ورننوت او په هغوي يې بريد وكړ. په دي بريد كې تر لسو ډير سيالانيان ژوبل شوې هم دي. دا وسلوال له بريد څخه څو شيبي وروسته پوليسو ته ژوندي په لاس ورغي او اوس تيرينه پلټني پيل شوې. عيني شاهدان وايې دا وسلوال سړي د بريد پر مهال ناروغه بريښده . ",په اردن كې يو بريټانوي سيلانې ووژل شو 4644,ميرويس جلازى," د بغداد پوليس وايې ۲۲ كلن غانم نومي د فوټبال دا عراق ستوري پرون ورځ د پوليسو په جامو د سمبالو وسلوالو له خوا تښتول شوي او تر اوسه يې پته نده لګيدلي چې چيرته او � �ه چا سره ده . غانم له عراق څخه بهر د دي هيواد په ګټه په نړيوالو سياليو كې څه موده وړاندي ګډون كړي وو. تر اوسه كومي ډلي او يا كس د دي تښټوني مسوليت پر غاړه نده اخيستي. ",د عراق د فوټبال ستوري وتښتول شو 4645,," ", 4646,ميرويس جلالزى," توني بلير چې وايې په افغانستان كې د خپلو � �۵ سرتيرو په وژل كيدو يي سخت ټكان خوړلي خو دا خاوره به يو ځل بيا د نړيوالو ترهګرو او د مخدره توكو د قاچا� �چايانو لپاره پرينږدي. بلير په افغانستان كې د خپلو سرتيرو موجوديت ډير ظروري وبلل. د بريټانيا صدراعظم وايې دوي به خامخا ترهګر ماتوي او افغانانو ته به داسي چاپريال برابر كړي چې له تروريستانو او سخت دريځو اسلام پالو په امان كې وي . د بريټانيا څه كم ۴۰ سرتيري د ۲۰۰۱ كال راهيسي په افغانستان كې په جلاجلاپيښو كې وژل شوي دي . ",ټوني بلیر: افغانستان بهرترهګرو ته پرېنږدي 4647,ميرويس جلالزى," د پا كستان د باندنيو چارو وزارت مقامات وايې افغانستان د بلوچستان ايالت په ناكراريو كې لاس نلري خو د افغانستان له خاوري ترهګر د پاكستان پولو ته را اوړي د دي وزارت وياندي ميرمن تسنيم اسلم پرون په اسلام آباد كې ژورنالستانو ته وويل چې بلوچانو په بغاوتونو كې داسي شواهد نه ليدل كيږې چې افغانان دي ورسره هم لاسي وي خو د افغانستان خاوره ترهګر د دوي په وړاندي كاروي . له بلي خواه ټاكل شوي چې د رواني مياشتي په ۶مه د پاكستان ولسمشر جنرال پرويز مشرف او د همدي مياشتي په ۱۲ لمړي وزير شوكت عزيز افغانستان ته راشي او له حامد كرزي سره يو ځاي د تورخم جلال آباد څړك پرانيزي . ټاكل شوي چي دواړه پاكستاني او افغان ولسمشران به د تروريز په وړاندي جګړه او يو لړ نوري امنيتي مسله هم تر بحث لاندي ونيسي . د دي دواړو لورو تر منځ هغه مهال ژبنيو شخړو زور واخيست چې افغان لوري پاكستان ته د القاعدي ډلي د ځينو غړو د استوګن ځايونو په اړه چې په پاكستان كې پټ دي يوليست وړاندي كړ چې دي كار د مشرف غوصه راوپاروله او حامد ك� �زي يې د خپل هيواد له چارو په بې خبري تورن كړ. ",افغانستان د بلوچانو په بغاوت كې لاس نلري 4648,ميرويس جلالزى," د رواني عيسوي مياشتي په ۲۳ نيټه په منځني ختيځ كې د امنيت د ټينګښت په منظور د منځني ختيځ هيواد د چارواكو تر منځ غونډه جوړيږي دا خبره د سعودي عربستان د باندنيوچارو وزير سعود الفيصل له كوفي عنان سره د ليدو پر مهال پرون څرګنده كړي ده . ښاغلي فيصل د دي غونډي هدف د اسرايلو او عربو تر منځ د شخړو هواري او په سيمه كې د خپلواكي ټينګښت په ګوتو كړي ده . له بلي خواه په ملګرو م� �تونو كې د امريكا استازي جان بولټن ويلي چې مخكي تر دي چې غونډه پيل شي بايد په دي پوه شو چي اسرايل په دي جلسه كې اشتراك كوي او كه څنګه . ",د منځني ختيځ د امنيت په اړه غونډه جوړيږي 4649,عبدالرحمن غضري," وچې پاڼې   دمني سړه هوا په غوږونوداسي � �ګیده لکه تانده لښته دځنګله ونې نورې له پاڼو لغړي شویوې هغه یوشمیرپاڼې چې دونو په ښاخونوپورې پاته وې هغه هم تیزبادیوهپه بله پسي  رجولې  هسي خواکبري کاکاښه لوی کوټ اغوستی و غوږونه یې هم په څادره کې ښه ک� �ک نغښتي وو  خونه پوهیږم چې هغه کوم یخ داکبري کاکاپه زړه ننوتی وچې له پټي ترکوره یې ځان راونه رساو اود� �وې لارې په سریې اوربل کواکبري کاکا چې یوڅه ځان تودکو نوپه باته اوریې خاورې ورواړولې هغه په دې پوهید چې که داو� �یو سوکی ځنګله ته وروالوت نوټول ځنګل به لولپه شي  خوخدای خبر چې دې خبرې ته یې ولې نه شوپام چې ملنګي ته ول� �ګیت ورکول ځنګله ته له لویه لاسه اور ورکول دي ملنګی زموږدکلي لیونی و هغه له اکبري کاکا څخه وغوښت چې و� �رګیت ده ته ورکړي ځکه چې دده هم ډیر یخ کیږي  کله ناکله به ځان ته اور پري بلوي  اکبري کاکا لاڅوګامه نواخستي چې ملنګي هغو وچوپاڼوته اور ورته کو کومې چې بادپه یوژورځای کې دلۍ دلۍ کوټه کړیوي وس نواکبری کاکا هم دپاڼوبربري اورته بې وسه و  ملنګي خوداورله لمبو خونداخیسته خوتونذې هوا داورلمبې ورو ورو دوچو ونو په خوا ورټیل وږلې او ونوهم به چوپه خوله دخپل تن پټوکي داورپه خوله کې ورکول  یوڅوساعته لانوتیر چې داورسرې اوشنې لمبې دځنګله له شنو ونو هم تاوشوي  ددې لپاره چې اوریې وژلی وي کلیوالوته بله لارپاته نوه بې له دې چې ځنګل دوه ټوټې کړي  په دهیله چې دایوه ټوټه ځنګل یې ژغورلی وي دځنګله په مځن کې دنګې دنګې ونې یې له یومخه ونړو� �ې  اور مړشو دهرچاخپل اند اوخپله خبره چې به ویل که پاڼې ڼه وای نوداورلګیدلو هیڅ امکانوو چابیاویل کاش چې تیر وړی مو ټولې وچې ونې له ځنګله څخه رایستلې وای دپاڼو اور دومره زورور نوچې ټول ځنګل یې سوی وای ډیری خلک م� �نکي ته په قهر وو خواخترو ترور یو بل څه ویل هغې ویل چې داکبري په لړمانه کې دخدای اوبونه تودوي که ده م� �نګي ته ولرګیت نوای ورکړای نه به ملنګي وچوپاڼوته اور ورکاوو نه به وچو ونواوراخیست اونه به هم ټول ځنګل لو � �په کیده  ۱۳۸۵/۵/۱۱ساجرسعودي عرب ",وچې پاڼې 4650,ميرويس جلالزى,"   رپوټونه وايې په دي چاودنه كې  چې ساعت مخكي رامنځ ته شوه د لبنان دمخاراتو وزارت دوه تنه كاركونكي وژل شوي. په دي اړه نور جزيات ندي خپا� �ه شوي. ",د لبنان په پلازمينه كې بمي چاودنه شوي 4651,ميويس جلالزى," مخكي تر دي چې د پاكستان ولسمشر پرويز مشرف افغانستان ته راوخوځيږي  د كابل ښآر په څّلورو امنيتي دراوازو  كې سخت امنيتي تدابير نيول شوي او هر موټر چې د ښار له څّلورو دروازو را ننوزي پوليس يې پلټي . د كابل سرينا هوټل چې د ښار په زړه كې پروت ده د پوليسو او نړيوالو سوله ساتي ځواكو له خوا كلابند شوي او د پارلمان ماڼي ته خو لا د سه شنبي په ورځ د ناټو څواكونه � �اغلل تر څو دلته امنيټ لا ټينګ كړي. د ښار په ډيرو څلور لارو كې د چټك غبرګون د ټولګي پوليس ليدل كيږې چې � �ه ټانكونو سره ولاړ دي او د هر راز احتمالي بريد د مخ نوي لپاره چمتو والي ښيي. له بلي خوا د ايساف قواوو هم دښار په ګڼو برخو كې د تلاشي پوستي جوړ كړي او  له شكمنو كسانو پوښتني پلټني كوي. د مهال ويش له مخي به د پاكستان د باندنيو چارو د وزارت د چارواكو په قول جنرال مشرف دچهارشنبي په  ورځ كابل ته راورسيږي او ه� �ته به له خپل افغان سيال حامد كرزي او د كابيني له يو لړ نورو غړو سره هم خبري وكړي. همدا رنګه د رواني عيسوي مياشتي په ۱۲ مه به د نومړي هيواد لمړي وزير شوكت عزيز هم افغانستان ته راشي او دلته به د تورخم جلال � �باد د څړك د رانستني په مراسمو كي ونډه واخلي .   ",د كابل په پوليسو د چمتوالي غږ وشو 4652,," افغانستان کې دګډوالو د نړيوالې ادارې رپوټ و� �ګړى ، چې له ګاونډيو هېوادو څخه د افغان کډوالو په راستنيدو کې په سلو کې ٤٠ کمښت راغلۍ ، چې لاملونه يې د نوموړى ادارې د چارواکو له لوري د ناراميو زياتيدل او د افغانستان په جنوبى او جنوب ختيځو سيمو کې د بيارغاونى دکا� �ونو پڅيدل او نه کيدل په ګوته شوي . ددغه ادارې د رپوټ له مخې تير کال نږدې ٣ سوه زره افغان کډوال له ايران او پاکستان څخه راستانه شوي او ډيرو کسانو خپل هېوادد اقتصادى ستونزو او بيکارى له امله بيرته پريښودى دى. د نوموړې ادارې په وينا اوس مهال ٢ نيم ميليون افغان ګډوال په پاکستان او نږدې يو ميليون کډوال په ايران کې ژوند کوي . ",د افغان کډوالو په راستنيدوکې کمښت راغلى 4653,," افغان دولت د اريانا اافغان هوايى شرکت مشر � �اکتر اتش او مرستيالان له خپلو دندو ګوښه کړى او ددغه شرکت چارې د اوس مهال له پاره د ترانسپوت وزارت د م� �ستيال له خوا اداره کيږي . په نوموړى تور لګول شوى چې کمزورى مديرت يې درلود او له خپلو مرستيالانو سره يې ١٠ م ليون ډالر او ٦٠ مليون افغانۍ اختلاص کړى دى . نوموړى داتورونه نه منى او وايې د ځواب په ورکولو سره محکمې ته ح اضر دى او د ترانسپورت د نوى وزير سره د نه تفاهم له مخې يې دنده پرښودې ده. د اريانا افغان هوايى شرکت له کړنو څ خه دولت او وزارت ماليه ناراضه او ناخوښ دي او هرڅوک په دغه شرکت کې دلوى فساد خبره کوي او ټول کورنى او بهرنى مسافرد ددغه شرکت په الوتکو کې له سفر څخه بيزاره دي. ",د اريانا افغان هوايى شرکت مشر ګوښه شو 4654,ب.بهیر وردګ," ستاسو پوښتنه ګرانه وروره ښاغلی بصير وردګ صيب !سلامونه او نيکي هيلي مو ومنئ پۀ بينوا پاڼې کې مې ستاسې د پيشکش سره سم و غوښتل چې د يوې ستونزې په باب مو راسره په جريان کې کړم  هغه د اچې ما پښتو سيستم خپل کمپيوتر ته ښکته کړی دی او کولای شم چې په ټولو پروګرامونو کې پښتو ولکم  ، خو مګر يوه ستونزه لا � �ته چې په ګرافیک کې پښتو نه شم ليکلای يانې د پښتو مخصوص توري نه مني ، که په دې هکله مې لارښوونه وکړئ مهرباني به مو وي ( او هلته د بينو ا په پاڼه کې يې راته وليکئ چې بايد څه وکړم ؟)په همدې هيله :: ورور مو فيصل زموږ ځواب   ګرانه  فیصل جانه!زموږ سلامونه هم ومنه ستاسو د ستونزې په هکله باید درته ولیکم چی دا ستونزه یوه عامه ستونزه ده او ډیری کسان له دې ستونزې سره مخ کیږي او دا د هغه چا نیمګړتیا ده چې د همدې پروګرامونو لپاره یې د پښتو ژبې ملاتړ  (Support) نه دی جوړ کړی خیر په هر صورت .� �یا ستا وینډوز سرویس پک ټو (Service Pack2) لری او که نه ؟که یی نه لری ورته انسټال (Install) یی کړه .!دویمه دا چی لاندې ګام په ګام لارښوونې تعقیب کړه ! Start -------- Control Panel---- Regional and Language Option ----Advance ښه کله چې د� �ته را ورسیدې نو دلاندې یو Combo Box ګورې چې په سر یې لیکل شوي دي: Select a Language to match the language version of the non- Unicode programs you want to use: په دې باکس کې به خپله پښتو ژبه وټاکې او Apply به یې کړې.له همدې سره جوخت یو بل کار هم سرته ورسوه!همدلته چې اوس یې د Language پر Tab کښیکاږه او Details… ته ولاړ شه .وروسته  همدلته د Advanced پر Tab کښیکاږه او لمړی چک باکس  (Check Box) وټاکه .وروسته Apply او بیا وروسته د OK پر تڼۍ کښیکاږه.ښه که بیا هم کار یې نه کاوه نو یوه کوچني Exe فایل ته اړتیا ده چې هغه د Urdu In page په نامه سره یادیږي  دا باید یا له انټرنیټ څخه را ښکته کړې  (Download) او یا یې هم چیرته واخلې که دې بیا هم ونه موند هله که ما وموند نو درته وبه یې لیږم دا بله لا� �ه ده چې ته کولای شې خپله ستونزه حل کړې.که بیا هم دا ستونزه حل نشوه نو بیا  راته ولیکه .په مینهب.ب.و� �دګ ",په ګرافیکی پروګرامونوکې د پښتو لیکلو ستونزه(پوښتنه او ځواب) 4655,قدوسي سلیمانخېل," قلم هغه مقدسه آله ده کوم چي د قرآنکریم یو سورت (سورة القلم) د هغه په نوم نومول شوی دی ، الله تعالی د هغه او دهغه د لیکنو په تقدس قسم یاد کړی دی ، درې ځلي یې په قرآنکریم کي ذکر راغلی دی ، همدا راز قلم د تعلیم او تعلم او افهام وتفهیم یوازینۍ غوره وسیله ده .قلم هغه فعاله وسله ده چي د پرګنو تقدیرونه بد لوي ، د هغوی زخمو نو ته پټۍ او رنځونو ته یې درمل تهیه کوي ، قلم په جسمي � �حاظ وړوکی خو داغېزو له پلوه یې هیڅ یو قوت  مخي ته نشي تم کېدلای  ، قلم په خپله توري اوبه څښي خونوروته � �ڼا ورکوي ، قلم په خپله د کاغذ په مخ اوښکي تویوي ترڅو دنورو اوښکي وچي کړي .قلم د زړونو او افکارو ترجماني کوي او چي کله په مستي شي پټ رازونه لوڅوي د قلم مقام ډېر وچت دی او د ستایلو لپاره یې د قاموسونو الفاط کفایت نه کوي .چاته چي الله تعالی دقلم نعمت ورکړی دی  ډېر نېکمرغه دي او چي څوک یې ورځخه بې برخي کړي دي هغوی ړانده او کاڼه دي . آیا د الله تعالی ددې ستر نعمت مونږ هغه احترام ساتلی دی کوم چي د هغه د تقدس او هغه مقام وړ وي کوم چي الله تعالی ورکړی دی؟زمونږ لیکوالان خو د هغه اوښکي تویوي آیا د ځورېدلو انسانانو اوښکي یې هم و� �باندي وچي کړي دي ؟ آیا زمونږ د قلم واکمنانو په هغو ترږمیو کي چي زمونږ  ټولنه په کي راګېر ده د قلم وړانګي خپرې کړي دي ؟ آیا زمونږ قلمونو زمونږ د ولس رنځونو ته درمل او د هغوی پرهارونو ته پټۍ  برابري کړي دي ؟ آیا مونږ د خپل قلم د تقدس خیال ساتلی دی ؟ آیامونږ  هغه قلمي خدمت چي زمونږ  دېن او مسلم انه ټولنه یې را ځخه غواړي کما حقه ادا کړی دی ؟قلم خو داسي توره ده که یې ددښمن په مرۍ نه کېږدې د خپل خاوند مرۍ پرې کوي آیا دا توره مو زمونږ ددین او فرهنګ ددښمنانو په غاړه ور اېښي ده او که به سبا زمونږ په غاړه اېښي وي ؟ الله تعالی د فضل وکړي نن خو ما دا پوښتني مطرح کړې خو سبا به دا پوښتني قلم پخپله د محشر په ورځ  د الله په حضور کي مطرح کوې آیا مونږ به هغه ته په هسکه ټنډه مثبت ځوابونه ورکړی شو؟مخکي له دې چي د قلم موضوع نوره هم پسي وغزوو ځما هغه عمومي نېوکي ته به راشم کوم چي زه یې د قلم په څښتنانو لرم .زه چي کله د نړۍ وړال جال (Internet) په مخ پښتو پاڼي ګورم او له نورو پاڼونو سره یې مقایسه کړم زیاتي نېمګړتیاوي وینم چي ځما په خیال هر کتونکی چي لږ څه پوهنه ولري ضرور به یې دا نېمګړتیا محسوس کړي وي دا نړیوال جال مونږ ته د یو ښه خدمت فرصت راکوي چي علمي څ ېړني وکړوهم خپل معلومات زیات کړو او هم خپلو هېوادوالو هغه معلومات په خوږه پښتو ژبه د قلم په څوکه وړاندي کړو چي د هغوی پوښتنو ته ځوابونه ووایې ،ولي مونږ له دې فرصت ځخه ګټه نه اخلود وخت او حالاتو هم دا غوښتنه ده چي په هره ساحه کي زمونږ پوهنه زیاته شي او زمونږ هرڅه د علم او پوهني په رڼا کي تحقق ومومي   که څه هم زه پخپله نه ادیب ، نه شاعر او نه لیکوال یم خو د نورو پرګنو په شان مونږ هم ډېر ښه ادیبان ، لیکوالان اوشاعران ل� �لي او لرویې خو د هغوی زیاتي هغه لیکني چي ما په پښتو سایټونو کي لوستي بې ګټي او بې محتوا وي چي د لیکونکي وخت یې هم ضایع کړی وي او د لوستونکي وخت هم ضایع کوي او د هیڅ داسي یوه رنځ درمل په کي نه وي کوم چي زمونږ � �وستونکي  او ځوان نسل اړتیا ورته لري .په مقابل لوري کي کله چي نوري پاڼي  په نورو ژبو ګورو هر هغه څه به په کي له ورایه په سترګو کېږي کوم چي هغه ټولنه ورته اړتیا لري حتی چي په عمومي توګه د ټولي بشري ټولنی دستونزو حل لاری راباسي نو ولي زمونږ لیکوالان له داسي لیکنو ځخه لا تر اوسه بې تفاوته پاته دي او تر څو به د همدغه افسانوي او بې ګټي لیکنو پر لیکلو او لوستلو خپل وخت ضایع کوو حال داچي علمي او اصلاحي لیکنوته  زم ونږ دهېواد او ټولني چي  د نوي انکشاف او جوړښت په حالت کي ده ورته زیاته اړتیاده . ایا دا به ښه نه وي چي د یوه انګرېزي ناول د ژباړلو په ځای یوه داسی موضوع وڅېړو چي هغه زمونږ د ځوان نسل د یوه بدني او یا روحي رنځ درمل وګرزي او دهغوی هغو پوښتنوته ځواب ووایې کومي چي لا تراوسه بې ځوابه پاته دي؟د یوه عاشقانه شعر د لیکلو پرځای به دا ګټور نه وي چي یو حکیمانه او مصلحانه داسي څه و لیکو چي هغه د یوچا په کړو وړو کي بدلون  او په ژوند کي یې نوښت راولي ؟د بې ځایه مناظرو او یو پر بل د تنقیدونو په ځای به دا ښه نه وي چي هغه څه ددې جال په مخ په پښتوپاڼو کي وړاندي کړو چي هغه زمونږ د ټولني اساسي اړتیاوي پوره کړي حال داچي مونږ هریو دا ارمان لرو چي کله به زمونږ پښتون قوم د پوهنيزي سیالۍ لوړ مقام ترلاسه کړي ؟مونږ چي کله له ورورسره په جنګ یو هم تربور توروو چي هغه شیطانت ورته کوي ، که له مېرمني سره په جنګ شو خواښیه توروو چي هغې راته بلا کړي ده ، او که د ملت په سطحه له ستونځو سر مخ شو ګاونډي هېوادونه توروو چي هغوی لاسوهنه کوي آیا له کور ځخه مو ددې ستونځو د لاملونو د څېړلو هڅي کړي دي او دهغو د حل لاري او چاري مو رااېستلي دي ؟مونږ خو په خپلو لېکنو کي عادتاً په نورو تل تنقیدونه کوو آیا هغه نېمګړتیاوي چي په مونږ کي دي هغه مو پلټلي او اصلاح کړي ديتر کومه وخته به مونږ په تق� �یدي شکل همدغه تګلاره خپله کړي وي او کله به نوښت په کي راولو چي دانوښت د وخت مهم ضرورت دی او دا چوپړ به څوک وهي ؟زما په خیال لیکوالان او د قلم خاوندان دې پوښتنوته ځواب ویلای شي او د هغوی دنده چه چي نور د قلم د کا� �ولو زاړه مېتودونه پرېږدي چي (هزار هزار سلام خیریت انجام به صدشوق تمام ) هغه وختونه ښه وو خو تېر شولو اوس د انټرنټ دور ده او قلمي جهاد را ځخه مطلوب دی.نو زمونږ هغو درنو لېکوالانو ته چي د قلم په وسله سمبال او الله تعالی ورته د ادب او پوهني په ډګر کي بېساري  استعدادونه ورکړي دي  ځما دا وړاندیز دی چي راځۍ سر له نن ځخه له خپلو ځانونو سره دا پرېکړه وکړو چي خپلو هېوادوالو او من حیث المجموع دې اسلامي ټولني ته ددې نړیوال جال (Internet) په مخ هغه وړیا خدمتونه وړاندي کړو کوم چي له مونږ ځخه هیڅ مصارف نه غواړي او همدا راز  که م و قدرت ورسېږي د منشوراتو اوکتابونو په بڼه کي هغه څه خپلو پښتنو لوستونکیو ته تقدیم کړو چي هغه زمونږ په فکر مفېد او ګټور وي ( خیر الناس من ینفع الناس )که له مونږ سره د موادو کمښت وي نو له دې جال ځخه په استفادې سره دا خلاء ډکولای شو او دا دروازه د هرچا په مخ خلاصه ده .زه له ډېره وخته وروسته په دې هیله یوه داسي ښارته ولاړم چي هلته د هغه ښار په کتابتونونو کي  په پښتو ژبه لیکل شوي کتابونه زیات  خر څېدل په دې هیله چي هلته به په پښتو کي لیکل شوی نوي آثار اوکتابونه واخلم خو له بده مرغه هلته مي په پراخه پېمانه داسي څ ه مي و نه موندلو چي هغه زما دا تنده ماته کړي که څه هم کتابونه زیات چاپ شوي خو علمي او پوهنیز کتابونه مي ډېر لږ ولیدل  بالمقابل که مونږ د خپلو ګاونډيو هیوادونو پاکستان او ایران کتابتونونوته ولاړشو وبه ګورو چي په هره موضوع باندي چي  کوم یو کتاب وغواړي هغه به په اردو او فارسي ژبو کي تالیف شوي یا ژباړل شوي ومومې نو ځکه مي ددې وړاندیز اړتیا احساس کړه هیله ده چي دا پیغام به یو بل ته ورسوۍ اوپه دې هکله به خپلي مشوري او وړاندېزونه ونه سپموۍ  . پاڅه قلمه   پاڅه قلمه د شهېد ملت آرمان ولېکه ....................................................... دکړېدلي قام دخوږ زړګي درمان ولېکه ته خو خنجر یې ددښمن مرۍمو غوڅه کړه ته لږ   وخوځېږه له رازو یې پرده لوڅه کړه ته د زړه درمل د ځورېدلي مسلمان ولیکه  .................................................  دکړېدلي قام دخوږ زړګي درمان و� �ېکه قلم ه ته خو وېده نه یې دا وېده کړه پورته له تا د هیچا پرده نشته ځه د ننه کورته دناخبرو د پوهني یو عنوان ولېکه  ...........................................................  دکړېدلي قام دخوږ زړګي درمان و� �ېکه قلم ه تاته پرګني سترګي په لاره دي نن د جهالت په ځولنوکي ناکراره دي نن په خپلو اوښکو د پوهني یو داستان ولېکه ........................................... دکړېدلي قام دخوږ زړګي درمان ولېکه قلمه تاته په سلګو کي منتونه کوي داځورېدلي په ژړا درته سوالونه کوي چي په پوهنه کي یوبحث څه آسان ولیکه ................................................  دکړېدلي قام دخوږ زړګي درمان ولېکه قلمه څوک چي ستا دپاکو اوښکو سپکه کوي د حق په لاره کي دتا له میني کرکه کوي ته یې په ونډه کي غضب د پاک سبحان ولیکه ...................................... دکړېدلي قام دخوږ زړګي درمان ولېکه قلمه ته خو سر نوشت د ملتو بد� �وې ته � �سمتونه د بېوزلو پرګنو بدلوې څه په قسمت ددغه عصر دانسان ولېکه ................................................   دکړېدلي قام دخوږ زړګي درمان ولېکه (قدوسي) ویني  هره ژبه کی لیکني کوې د ملـتونـــو پوهـــول� �ـوتـــه څـــېړني کوې څه په پښتو کي لږ په ګټه د افغان ولېکه................................................. دکړېدلي قام دخوږ زړګي درمان ولېکه     ",دقلم څښتنانو ته سرتورسر اولمنه 4656,قدوسي سلیمانخېل," مسجد(Mosque) د کلمي په اعتبار د سجدې کولو ځای او وخت ته  ویل کېږي ځکه چي دا د عربي په ګرامر کي دظرف زماني او مکاني صیغه (توری) دی ، خو په اسلامي شریعت کي له هغه ځای او ودانۍ ځخه عبارت دی چي محراب ولري او اذان په کي وچتېږي او د قبلې لورته برابر وي اوهلته مسلمانان په اجتماعي شکل د الله تعالی له خوافرض کړل شوي لمانځه ته پنځه وخته حاضرېږي تر څو یې په یو ځای په جماعت سره ادا کړي . که له نن ځخه لږ څه د تېر تاریخ پر مخ ور تېرشو ویلای شوچي مسجدد پنځه وخته د جماعت د لمانځه تر څنګ  یوه مذهبي، دیني ، ټولنېزه ، سیاسي ، اقتصادي او تربیوي موسسه وه چېرته چي به مسلمانانو  د اسلام په ابتدا کي له همدغه ځای ځخه دا ټولي چاري پر مخ بېولې ولو که یې په نن سبا کي هغه قیادي رول نسبتاً له مېنځه تللی دی . درې م سجدونه د ځمکي په مخ داسي دي چي الله تعالی  ورته بېل خصوصیتونه ورکړي دي په همدغو د� �یو مسجدونو کي د عبادتونو اجر او ثواب د نورو مسجدونو په پرتله څو ګونه زیات دی او د اهمیت په لحاظ یې مونږ په ترتیب سره یاوو: لومړی مسجد المسجد الحرام دی چي په مکة المکرمة کي د اوسنۍ نقشې له مخي په کعبه مشرفه راتاودی . دوهم مسجد المسجد النبوي الشریف دی چي په المدینة المنورة  کي د � �سول الله صلی الله علیه وآله وسلم د روضې مبارکي خواته واقع دی . درېیم مسجد المسجد الأقصی دی چي په البیت المقدس کي واقع دی چیرته چي زمونږ ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم د معراج په شپه سفر کړي او هلته یې په خپل جسم اوروح په روحاني شکل د ټولو انبیاوو امامت کړی دی ،  هغه سلیمان بن داوود علیهم السلام جوړ کړی څو ځلي یې ترمیم شوی دی او وروستۍ بناء یې د عبد الملک بن مروان په لاس په ۷۲ هجري  ۶۹۱ مېلادي کي شوی ده چي تراوسه لاشته خال خال ترمېمونه یې په دې وروستيو پېړیو کي په دې وجه شوي دي چي د غاصبو یهودانو له خوا ورته زیانونه اوښتي دي لکه په تېره پېړۍ کي چي اور په کي ولګول شو، دا م سجد مسلمانان زیات ځوروي ځکه چي د یهودو په ولکه کي دی او هره ورځ یې توهېن او اهانت کېږي او مسلمانانو ته دا توهېن د برداشت قابل نه دی . په دې اساس چي له مسجد ځخه ددین او دنیا د رغونې چاري پرمخ بېولي کېږي هغه د اسلامي ټولني سرلیک او د پېژند ګلوي شعار او څلی دی ، سرلیک خو ځکه دی چي له همدې ځای ځخه ټولي هغه قوماندې او پرېکړي پلي کېږي کومي چي د انساني ټولني د خدمت لپاره د یو مسلمان دندي او واجبات ټاکي . کوم فعالیتونه چي یو مسلمان یې په مسجد کي د الله تعالی له حکم سره سم سرته رسوي هغه د نور ژوند د سموني لپاره یوسم بول دی کوم څه چي یو مسلمان مکلف دي په مسجد کي مراعات کړي هغه په ده فرض  ده چي په به� �ني ژوند کي یې هم په پام کي وساتي . د مثال په توګه که مونږ په دې مکلف یو چي مسجد ته د لمانځه لپاره د کالیو او بدن له طهارت ، نظافت ، پاکي او صفایې سره په ښکلي شکل ورشو په بهرني ژوند کي هم په مونږ لازمه ده هغه د جامې او بدن نظافت مراعات کړو ځکه خو مسجد ددیني او دنیوي چارو د امتزاج او ګډون یوه ژوندۍ بېلګه دی . مسجد هغه ځای دی چېرته چي مسلمانان هلته د مړه او ژوندي ، روغ او ناروغ ، وږي او مسکین  او همدا راز د مسلمانانو په اجتماعي اړیکو یو او بل خبروي . په مسجد کي امام او نور داعیون  ضرورهفته وار اسلامي درسونه ورکوي هلته د جمعې په ورځ خطبه ورکوله کېږي چي په هغه خطبو کي د ژوند په لارو او چارو او همداراز مسلمانانو ته د ورپېښو ستونځو او مشکلاتو په هکله وینا ګاني کېږي ، د اخلاقي ارزښتونو  او د مسلمانانو تر مینځ په اړیکو او معاملاتو مفصلي خبري کېږي چي له مسلمان لمونځ کوونکي ځخه غواړي چي کله له مسجد ځخه ووزي په خپل ورځني ژوند کي هغه بیان شوي اصول عملي کړي په همدې شکل مسجد هغه رسالت چي دین او دنیا یوله بل سره نښلوي سرته رسوي کوم چي د هغه په اساس یې وجود مېنځ ته راغلی دی ځکه خو مسجد په اسلامي فرهنګ او ټولنه کي د قدر وړ او ارزښتمن مقام لري . که د م سجد بنیانګذاري یواځی د پنځه وخته لمانځه او عبادت لپاره وای بیا به الله تعالی په زیاتو قرآني ایتونو کي د هغوي په جوړولو او په پابندي سره ورتګ او حاضرېدلو دومره ټېنګار نه وای کړی او نه به رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته دومره په ارزښت قایل شوی وای ، ددې ټولو آیتونو چي د مساجدو په هکله په قرآنکریم کي راغلي دي او د هغو ټولو نبوي ارشاداتو چي د مساجدو د فضېلت په هکله یې امت ته وړاندي کړي دي مقصد دادی چي هغه د اسلامي ټولني د راهنمایې مرکز او د ښېرازۍ سرچینه ده ، که داسي نه وي نو الله تعالی مساجدو او قبلې ته څه ضرورت نلري او هغه له مسجد او قبلې ځخه غني او بې پروا ذات دی کوم چي فرمایې : اینما تولوا فثم وجه الله . هر� �ورته چي (په لمانځه کي) مخ واړوې هلته الله تعالی شته . په بل ځای کي فرمایې: ليس البر أن تولوا وجوهكم قبل المشرق والمغرب ولكن البر من آمن بالله واليوم الآخر ... الآیة دانېکي نه ده چي د ختېځ او لوېدېځ خوا ته مخونه اړوۍ لېکن نېکي داده چي په الله تعالی او د آخرت په ورځ ایمان ولرۍ . د مسجد له تاسېس ځخه مقصد دادی چي هلته زیات مسلمانان رایوځای شي او هلته د لمانځه تر څنګ نور هم زیات عبادتونه پر ځای کړي . دلته یوه بله خبره چي یادول یې ضروري ګڼم هغه دا چي کله د عبادت کلمه ذکرشي زموږ زړونو هغه م فهوم تېرېږي چي هغه لمونځ روژه او نوافل دي خو داسي نه دی د عبادت مدلول پراخه بڼه لري ددې لپاره چي نور هم ښه پوه شو اول د عبادت  دکلمې معنی ته باید ځېرشو ، عبادت او عبودیت غلامي مرېییتوب ته وایې او عبد غلام یا مریېی ته وایې له عبادت ځخه د معبود کلمه جوړه شوی ده چي معنی یې ده هغه بادار چي د هغه غلامي کېږي که په دې مفهوم وپوهېږو نو په عین وخت کي به د غلام او بنده په واجباتو هم وپوهېږو چي د هغه څه سرته رسول دی کوم چي ورته خپل بادار امر کوي او دهغه له هدایاتو سره سم ژوند تېرول دی . د تېر بحث په اساس مونږ مسلمانان په دې مکلف یو چي هرڅه د الله د تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د هدایاتو په رڼا کي ترسره کړو او خپل ټول کړه وړه د اسلام په چوکاټ کي منسجم کړو که داسي وکړو نو مونږ د الله تعالی بشپړ عبادت کړی دی او که یواځی � �مونځ عبادت وګڼو او نور هرڅه مو له اسلام ځخه خلاف وي نو الله تعالی د ونکړي عبادت مو نېمګړی دی . په دې اساس که مونږ وایو چي مسجد د ټولو عبادتونو د تکمېل منبع ده نو د عبادت وسیع مفهوم مو مقصود دی چي هغه له ټول ژوندانه سره تعلق لري ځکه خو مسجد د دین ، دنیا ، لمونځ او اخلاقي ارزښتونو تر مینځ د تماس يوه مرکزي کړۍ ده . که مونږ وایو چي په مسجد کي دنیوي خبري مکروه دي او هغه یواځي د عبادت ځای دی په دې باید وپوهېږو چي له دنیوي خبرو ځخه مو غرض هغه بې مقصده خبري دي چي یواځي دنیوي چاري په کي سپړو، که مونږ ددېن له نظره دنیوي چا� �ي په مسجد کي څېړو ددې اجر تر نفلي لمانځه زیات  ده ځکه چي د نفلي لمونځ تعلق یواځي له لم ونځ کوونکي سره دی چي هغه ته یې ثواب ورکېږی او د دین په رڼا کي ددنیوي امورو او معاملاتو دڅېړلو تعلق له ټولني او دالله تعالی له بندګانو سره دی چي د ټولو انسانانو نېکمرغي په کي مطلوب دی .  څرنګه چي زمونږ هېواد او ټولنه د بیارغوني په حالت کي قرارلري او دا کار له مونږ ځخه زیاته قرباني غواړي د وخت د غوښتني په اساس مونږ په موجوده وخت کي هغه څه ته اړتیالرو چي هغه په الله تعالی زمونږ عقیده ټېنګه کړي زمونږ ولس او هېواد چي له سترو ګواښونو سره مخ دی دهغوی اخلاق او ژوند و رغوي  .  په دې اساس په مونږ لازمه ده چي د الله تعالی له اجر ځخه پرته نور د چا د احسان  او مرستي انتظار ونه باسو او د اوسنۍ اوضاع په نظر کي له نېولو سره خپلي اص� �احي هڅي ګړندۍ کړو د هېواد او هېوادوالو د اخلاقي بیا رغوني لپاره یوازینۍ لاره همدا ده چي مسجد ته په ټولنه کي هغه مقام ورکړو چي مخکي یې درلودلو،   خپل ژوند حتی الامکان له مسجد سره ونښ� �وو،  خپل هغه ټولنېز فعالیتونه بېرته مسجد ته منتقل کړو کوم چي به مخکي هلته تر سره کېدل ، تر هرڅه د مخه په خپل هېواد کي د امامانو دروزني لپاره مدارس تأسیس کړو ، دهغوی د روزني لپاره علمي کاد� �ونه له اسلامي نړۍ ځخه استخدام کړو د اسلامي نړۍ  د علمي ماهرینو او د تعلیم په ډګر کي د هغوی  له تجارباتو او مهارتونو ځخه د خپل هېواد د زامنو دروزني لپاره ګټه واخلو تر څو د خپلو مساجدو لپاره غوره پېش امامان وټاکو چي په علمي پانګو بېله افراط او تفریط  ځخه غني وي اود اخلاقو په عالي معیارونو او تقوی موصوف وي ، په مساجدو کي د ماشومانو ، ځوانانو، او سپین ږې� �و لپاره هفته وار درسونه او اصلاحي تقریرونه پیل شي ترڅو خلګ د خپل دېن په مزایاووخبر اوپوه شي ،  د مساجدو په څنګ دیني کتابتونونه پرانېزو چي په ساده پښتو ژبه ژباړل شوي کتابونه په کې د کتني  او استفادې لپاره موجود وي ، دمسجد په خوا کي د ماشومانو او ځوانانولپاره هلته د زدکړي او لوست روزنتونونه(حجرې) جوړي شي ترڅو هغوي پوه کړل شي چي زمونږ دین  صرف د � �عارونو او یا له ژوندانه ځخه د بېلو عبادتونو نوم نه دی بلکه دا د ټولني د نېکمرغي یو زېری او د هغې د رنځونو او کړاوونو علاج دی ، ددې لپاره چي د ټولني په ژوندانه کي د مسجد وړانګي خپرې شي  په کار داده چي مسجدد ټولنيزو ټولوخیریه کارونو د پیل نقطه جوړشي . په همدغه صورت کي به مسجد د ټولني په اصلاح او سمون کي خپل زوړ رول ولوبوي  او په ټولنېز جوړښت کي به  ورځخه مطلوب کار واخېستل شي په همدې شکل به زمونږ ژوند نېکمرغه او ټولنه به مو پرمختګ وکړي او که اوس په دې کار لاس پوري نکړو نو بیا خدای مه کړه له افغانستان ځخه به یوه نوي اسپانیا جوړېږي کوم چي  دداسلام ددښمنانو یو زوړ آرمان او موجوده پلان دی .  عبدارحمان بابا(رح) ښه وایې : تروخت تېري اوبه بېرته نه جاروزي نه جاروزي تېر ساعت په بېـــرته بیا ",د اسلامي ټولني په جوړښت کي د مسجد ونډه 4657,," ", 4658,," د ناټو ځواکونوتيره شپه په موسى کلا بمبارى کړي چې له امله يې د عينى شاهدانو له خولې ٢ تنه کروند ګر د ولسوالۍ بازار ته نيږدې وژل شوي دي. ددغه ولايت امنيه قومندان ملاخيل بيا ادعا کوي چې تيره شپه يې د ګډو فوځى عملياتو په ترځ کې ٣ تنه طالب جنګيالى وژلى او ٢ تنه نور يې ټپيان کړي دي .طالب وياند قاري يوسف د نوموړى ادعا دروغ ګڼى او وايى طالبانو ته هيڅ ډول مرګ او ژوبله نه ده اوښتې . هم داشان ددفاع وزارت چارواکى وايى چې تيره ورځ يې د سنګين ولسوالۍ کې ٦تنه بهرنيان او د هغوى يو ترجمان نيولى دي . د نيول شو کسانو هويت تراوسه نه دى په ډاګه شوي . چارواکو ادعا کړې چې دغو کسانو طالبانو ته زده کړه ورکوله . ",په موسى کلا ولسوالۍ بمباري شوي 4659,," ", 4660,," ", 4661,," د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې د ښځو په وړاندې د زور زياتى ،تاوتريخوالى او ناوړه چلند کچه لوړه شوي او يوازې د سوځيدو کچه کمه شوې ده .ددغوولايتونو د ښځو د حقونو د چارو مشره وږمه صافى وايى کورنۍ تاوتريخوالى، په بدو کې د ښځو ورکول ، له کورنو څخه د ښځو تيښته، او په زور سره د ښځو،وړونجونو او کونډو واده کول زياتى موندلى او په دې اړوند له ټولو چارواکو غوښتنه کوم چې په دې اړوند قانونى چلند وکړي. د نوموړې په وينا په تيرو ٦ مياشتو کې ١١ پيغلې په زوره واده شوي ، ١٢ له کورنو � �ړل شوي او ٥ ښځو ځانونه سوي دي . وژمه وايى په ښځو کې د ذهرى توکو خوړل هم ډير شوي دي. ",ختيځ کې دښځو په وړاندې تاوتريخوالى ډير شوي 4662,," د ناټو چارواکو ويلي چې د کندهار په ژړۍ او پنجوايي ولسواليو کې يې په ٧٠٠ طالبانو د کلابندۍ کړۍ سخته کړې اوپه دام کې يې اچولى دي .د چارواکو په وينا ډېر شمير طالبان يې په يوه پراخه سيمه کې راچارپيره کړي، او ادعا کوي چې تر اوسه يې تر ٢٠٠ ډير طالبان وژلي ١٨٠ تنه يې د جګړې له ليکو ايستلي او ٨٠ تنه يې نيولي دي. طالب وياند قاري يوسف د ناټو د چارواکو ادعا دروغ بولي او وايي په دوى يې بده ورځ راوستلي او که رښتيا دوى په دومره ډېر شمير طالبان وژلي وي ، نو بيا دې يې خبري رسنيو ته وښيي . دا ادعاوې په داسې حال کې کيږي چې په دواړ ولسواليو کې سخته جګړه روانه ده اود ناټو ځواکونو هوايي او توپچي بريدونه هلته دوام لري .له سيمې څخه د ملکي وګړو د مرګ او ژوبلې رپوټونه هم شته چې دولتي او به� �ني چارواکي يې له پخلي څخه ډډه کوي. ",ناټو : ډير شمير طالبان کندهار کې کلابند شوي 4663,," افغان دولتى پوليس نن توانيدلي چې په کابل کې د يوې چاودنې مخه ونيسي. د کابل د امنيه قومندانۍ د جنايى جرمونو د څانګې مشر على شاه پکتياوال بېنوا ته وويل: ((نن سهار د لسو بجو شاوخوايې د کابل ښار د خواجه بغرا سيمه کې هغه ماين کشف کړ چې په يو ديګ کې د چاودنې په موخه د هېواد د دښمنانو له لوري د خلکو په ګڼه ګوڼه سيمه کې ايښودل شوي وو)). ددغه چاودنې شنډول په داسې مهال کې کيږي چې سبا ته د پاکستان ولسمشر جنرال پرويز مشر د يو دوه ورځني رسمي سفر په موخه کابل ته راځي او افغان ولسمشر به يې کوربه توب کوي . له پرونۍ چاودنې او کابل ته د پروېز مشرف د راتګ په خاطر په دغه ښار کې ټينګ امنيتي تدابير نيول � �وي او د کابل په مهمو څلور لارو کې د ناټو او افغان ځواکونو عسکر ځاى پر ځاى شوي دي. د کابل ښار په سړکونو او لارو کې د تلاشۍ پوستې ډيرې شوي او هر څه تر ټينګ څار لاندې راغلي دي. ",په کابل کې د چاودنې مخه نيول شوې 4664,," په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې پرون ماسپښين دسيپټمبر پر څلورمه نوميالی افغان ډاکټر حاجي محمد سلطانزی  ځدراڼ په جرمني کې د زړه د ناروغۍ له امله په يوناڅاپي توګه له نړۍ څخه سترګې پټې کړې . انا لله و انا ا� �يه راجعون ډاکټر حاجي محمد سلطانزی په 1946 کال کې د پکتيا په ځدرانو کې زېږېدلی ، په کابل کې يې د بي بي مهرو په ښوونځي کې لومړنۍ زده کړې کړې دي  او پاتې نهه کاله يې  په کابل کې د رحمان بابا لېسه لوستی ده . په 1965 کال کې له نوموړې لېسې څخه فارغ شوی او يو کال يې د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځی لوستی دی . په 1967 کال کې د ننګرهار پوهنتون  په طب پوهنځي کې شامل شو  او په 1973 کال کې يې د طب پوهنځی پای ته ورساوه . د څه مودې لپاره يې په غزني او کټواز کې د ډاکټر په توګه دنده تر سره کړه او يبا جرمني ته راغی . خدای بخښلي سلطانزي ارواښاد � �اکټر سلطانزی  يو نوميالی انستيزيست ډاکټر و او د جرمني په معتبرو روغتونونو کې يې د ډاکټر په توګه دنده تر سره کوله . خدای بخښلی ډاکټر حاجي محمد سلطانزﺉ د خپل مشر ورور ښاغلي ډاکټر نظرمحمد سلطانزي ځدراڼ سره ",پرون په جرمني کې يو نوميالی افغان ډاکټر وفات شو 4665,دافغانستان د کلتوري ودي ټولنه," د افغانستان د ک� �توري ودې ټولنې پيغام د افغانستان د يو خواخوږي ډاکټر او د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې  د غړي � �اکټر حاجي محمد سلطانزي له مړينې څخه په خواشينۍ سره خبر شولو .  انا لله وانا اليه راجعونډاکټر سلطانزی ځدراڼ د ګران افغانستان  يوه علمي او معنوي پانګه وه چې له بده مرغه په پردېسۍ کې يې په ناڅاپي توګه د زړه د درېدو له امله په 59  کلنۍ کې له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې .ارواښاد ډاکټر حاجي محمد سلطانزی د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې له مخلصو غړو او ملاتړو څخه و . تل يې د ټولنې له بېلابېلو علمي هلو ځلو سره مرستې کړي او په مالي ملاتړ او م رسته يې يو شمېر مهم اثار چاپ شوي دي .موږ په داسې حال کې چې د هغه په مړينه د ژور خپګان څرګندونه کوو ، د هغه زوی ډاکټر صالح سلطانزي ، د هغه عالمو ورونو پوهنوال ډاکټر نظر محمد سلطانزي او فارمسيست ښاغلي  فضل محمد س� �طانزي ته چې دوي ټول هم د ټولنې غړي دي ، د زړه د صبر دعاګانې کوو  . الله تعالی دې يې فردوس جنت په برخه کړي .په درناوي د ټولنې د مشرتابه جرګهجرمني ،  د کولن ښارد 2006  د سيپتمبر پنځمه ",د ډاکټر حاجي محمد سلطانزي د ناڅاپي مړينې له امله 4666,,"   نن په کابل کې یوې خب� �ي غونډې ته دسینلیس کونسل مرستیالې گلالۍ مومند وویلې چې نړیواله ټولنه له دې خورا ډېرو مرستو سره لا هم په افغانستان کې ماتې شوې په تیره بیا دامریکې متحد ایالات او بریطانیا چې تیر ٥ کاله یې دفوځي عملیاتو واک په لاس کې وه. نوموړې دغه راز وویل چې دسینلیس شورا یو بشپړ راپور خپور کړی او هغه ټول لاملونه چې نړیواله ټولنه افغانستان کې په کارونو کې پاتې راغلې  په دغه راپور کې ځای شوي. گلالۍ مومند دغه راز وویل چې په یوه کال کې ٨ ملیارده ډالره نړیواله ټولنه په پوځي کارونو لگوي او یله یوازې ٧ ملیارده ډالر په پرمختیایي پروژو م صرفوي. دغه راز ددغې دسینلیس شورا له لورې په ٤٠٠ مخیز راپور کې دامریکا متحد ایالات داسې هیواد گڼل � �وی چې  مشري یې په افغانستان ددغه هیواد په گټه نه ولې زیان تمامیدای شي وړاندیز کوي چې دنړیوالې ټولنې مشري په افغانستان کې باید کانډا او یا اروپایي کوم هیواد ته وسپارل شي لامل یې دا گڼي چې کانډا او ا� �وپایي هیوادونه تر امریکا ښه داسلامي نړۍ مرستندوی دي. بل لورته دغې شورا طالبان داسې ډله وبلله چې دهیواد په سویل کې تر دولت زیات دخلکو ملاتړ لري او ان نیم افغانستان دطالبې واکمنۍ تر اغیز لاندې بولي. سینلیس کونسل په افغانستان کې گڼې پروژې لري چې ترټولو مهمه پروژه یې دکوکنارو قانوني گرځول دي.    ",سینلیس کونسل: نړیواله ټولنه په افغانستان کې ماتې شوې. 4667,,"   دپاکستان ولسمشر جنرال پ� �ویز مشرف دولسمشر کرزي په بلنه سبا چهارشنبه سهار افغانستان ته راتلونکی دی له ولسمشر کرزي سره به وویني او دغه راز به خپلې خبرې له خبریالانو سره هم گډې کړي. دپنجشنبې په ورځ به دبهرنیو چارو په وزارت کې دولسي جرگې له ځینو غړو او نورو سیاسي مشرانو سره هم لیده کاته وکړي. له ولسمشر مشرف سره لوړپوړی پلاوی هم پدغه سفر کې برخه لري . ",پرویز مشرف سبا دولسمشر کرزي په بلنه کابل ته ځي 4668,قدوسي سلېمانخېل," قدوسي سلېمانخېل قلم هغه مقدسه آله ده کوم چي د قرآنکریم یو سورت (سورة القلم) د هغه په نوم نومول شوی دی ، الله تعالی د هغه او دهغه د � �یکنو په تقدس قسم یاد کړی دی ، درې ځلي یې په قرآنکریم کي ذکر راغلی دی ، همدا راز قلم د تعلیم او تعلم او افهام وتفهیم یوازینۍ غوره وسیله ده .قلم هغه فعاله وسله ده چي د پرګنو تقدیرونه بد لوي ، د هغوی زخمو نو ته پټۍ او � �نځونو ته یې درمل تهیه کوي ، قلم په جسمي لحاظ وړوکی خو داغېزو له پلوه یې هیڅ یو قوت  مخي ته نشي تم کېد� �ای  ، قلم په خپله توري اوبه څښي خونوروته رڼا ورکوي ، قلم په خپله د کاغذ په مخ اوښکي تویوي ترڅو دنورو اوښکي وچي کړي .قلم د زړونو او افکارو ترجماني کوي او چي کله په مستي شي پټ رازونه لوڅوي د قلم مقام ډېر وچت دی او د ستایلو لپاره یې د قاموسونو الفاط کفایت نه کوي .چاته چي الله تعالی دقلم نعمت ورکړی دی  ډېر نېکم� �غه دي او چي څوک یې ورځخه بې برخي کړي دي هغوی ړانده او کاڼه دي . آیا د الله تعالی ددې ستر نعمت مونږ هغه احترام ساتلی دی کوم چي د هغه د تقدس او هغه مقام وړ وي کوم چي الله تعالی ورکړی دی؟زمونږ لیکوالان خو د هغه اوښکي تویوي آیا د ځورېدلو انسانانو اوښکي یې هم ورباندي وچي کړي دي ؟ آیا زمونږ د قلم واکمنانو په هغو ت� �ږمیو کي چي زمونږ  ټولنه په کي راګېر ده د قلم وړانګي خپرې کړي دي ؟ آیا زمونږ قلمونو زمونږ د ولس رنځونو ته درمل او د هغوی پرهارونو ته پټۍ  برابري کړي دي ؟ آیا مونږ د خپل قلم د تقدس خیال ساتلی دی ؟ � �یامونږ  هغه قلمي خدمت چي زمونږ  دېن او مسلمانه ټولنه یې را ځخه غواړي کما حقه ادا کړی دی ؟قلم خو داسي توره ده که یې ددښمن په مرۍ نه کېږدې د خپل خاوند مرۍ پرې کوي آیا دا توره مو زمونږ ددین او فرهنګ ددښمنانو په غاړه ور اېښي ده او که به سبا زمونږ په غاړه اېښي وي ؟ الله تعالی د فضل وکړي نن خو ما دا پوښتني مطرح کړې خو سبا به دا پوښتني قلم پخپله د محشر په ورځ  د الله په حضور کي مطرح کوې آیا مونږ به هغه ته په هسکه ټنډه مثبت ځوابونه ورکړی شو؟مخکي له دې چي د قلم موضوع نوره هم پسي وغزوو ځما هغه عمومي نېوکي ته به راشم کوم چي زه یې د قلم په څښتنانو لرم .زه چي کله د نړۍ وړال جال (Internet) په مخ پښتو پاڼي ګورم او له نورو پاڼونو سره یې مقایسه کړم زیاتي نېمګړتیاوي وینم چي ځما په خیال هر کتونکی چي لږ څه پوهنه ولري ضرور به یې دا نېمګړتیا محسوس کړي وي دا نړیوال جال مونږ ته د یو ښه خدمت فرصت راکوي چي علمي څېړني وکړوهم خپل معلومات زیات کړو او هم خپلو هېوادوا� �و هغه معلومات په خوږه پښتو ژبه د قلم په څوکه وړاندي کړو چي د هغوی پوښتنو ته ځوابونه ووایې ،ولي مونږ له دې ف� �صت ځخه ګټه نه اخلود وخت او حالاتو هم دا غوښتنه ده چي په هره ساحه کي زمونږ پوهنه زیاته شي او زمونږ هرڅه د ع� �م او پوهني په رڼا کي تحقق ومومي   که څه هم زه پخپله نه ادیب ، نه شاعر او نه لیکوال یم خو د نورو پرګنو په شان مونږ هم ډېر ښه ادیبان ، لیکوالان اوشاعران لرلي او لرویې خو د هغوی زیاتي هغه لیکني چي ما په پښتو سایټونو کي لوستي بې ګټي او بې محتوا وي چي د لیکونکي وخت یې هم ضایع کړی وي او د لوستونکي وخت هم ضایع کوي او د هیڅ داسي یوه رنځ درمل په کي نه وي کوم چي زمونږ لوستونکي  او ځوان نسل اړتیا ورته لري .په مقابل لوري کي کله چي نوري پاڼي  په نورو ژبو ګورو هر هغه څه به په کي له ورایه په سترګو کېږي کوم چي هغه ټولنه ورته اړتیا لري حتی چي په عمومي توګه د ټولي بشري ټولنی دستونزو حل لاری راباسي نو ولي زمونږ لیکوالان له داسي لیکنو ځخه لا تر اوسه بې تفاوته پاته دي او تر څو به د همدغه افسانوي او بې ګټي لیکنو پر لیکلو او لوستلو خپل وخت ضایع کوو حال داچي علمي او اصلاحي لیکنوته  زمونږ دهېواد او ټولني چي  د نوي انکشاف او جوړښت په حالت کي ده ورته زیاته اړتیاده . ایا دا به ښه نه وي چي د یوه انګرېزي ناول د ژباړلو په ځای یوه داسی موضوع وڅېړو چي هغه زم ونږ د ځوان نسل د یوه بدني او یا روحي رنځ درمل وګرزي او دهغوی هغو پوښتنوته ځواب ووایې کومي چي لا تراوسه بې ځوابه پاته دي؟د یوه عاشقانه شعر د لیکلو پرځای به دا ګټور نه وي چي یو حکیمانه او مصلحانه داسي څه و لیکو چي هغه د یوچا په کړو وړو کي بدلون  او په ژوند کي یې نوښت راولي ؟د بې ځایه مناظرو او یو پر بل د تنقیدونو په ځای به دا ښه نه وي چي هغه څه ددې جال په مخ په پښتوپاڼو کي وړاندي کړو چي هغه زمونږ د ټولني اساسي اړتیاوي پوره کړي حال داچي مونږ هریو دا ارمان لرو چي کله به زمونږ پښتون قوم د پوهنيزي سیالۍ لوړ مقام ترلاسه کړي ؟مونږ چي کله له ورورسره په جنګ یو هم تربور توروو چي هغه شیطانت ورته کوي ، که له مېرمني سره په جنګ شو خواښیه توروو چي هغې راته بلا کړي ده ، او که د ملت په سطحه له ستونځو سر مخ شو ګاونډي هېوادونه توروو چي هغوی لاسوهنه کوي � �یا له کور ځخه مو ددې ستونځو د لاملونو د څېړلو هڅي کړي دي او دهغو د حل لاري او چاري مو رااېستلي دي ؟مونږ خو په خپلو لېکنو کي عادتاً په نورو تل تنقیدونه کوو آیا هغه نېمګړتیاوي چي په مونږ کي دي هغه مو پلټلي او اصلاح کړي ديتر کومه وخته به مونږ په تقلیدي شکل همدغه تګلاره خپله کړي وي او کله به نوښت په کي راولو چي دانوښت د وخت مهم ضرورت دی او دا چوپړ به څوک وهي ؟زما په خیال لیکوالان او د قلم خاوندان دې پوښتنوته ځواب ویلای شي او د هغوی دنده چه چي نور د قلم د کارولو زاړه مېتودونه پرېږدي چي (هزار هزار سلام خیریت انجام به صدشوق تمام ) هغه وختونه ښه وو خو تېر شولو اوس د انټرنټ دور ده او قلمي جهاد را ځخه مطلوب دی.نو زمونږ هغو درنو لېکوالانو ته چي د قلم په وسله سمبال او الله تعالی ورته د ادب او پوهني په ډګر کي بېساري  استعدادونه ورکړي دي  ځما دا وړاندیز دی چي راځۍ سر له نن ځخه له خپلو ځانونو سره دا پرېکړه وکړو چي خپلو هېوادوالو او من حیث المجموع دې اسلامي ټولني ته ددې نړیوال جال (Internet) په مخ هغه وړیا خدمتونه وړاندي کړو کوم چي له مونږ ځخه هیڅ م صارف نه غواړي او همدا راز  که مو قدرت ورسېږي د منشوراتو اوکتابونو په بڼه کي هغه څه خپلو پښتنو لوستونکیو ته تقدیم کړو چي هغه زمونږ په فکر مفېد او ګټور وي ( خیر الناس من ینفع الناس )که له مونږ سره د م وادو کمښت وي نو له دې جال ځخه په استفادې سره دا خلاء ډکولای شو او دا دروازه د هرچا په مخ خلاصه ده .زه له ډې� �ه وخته وروسته په دې هیله یوه داسي ښارته ولاړم چي هلته د هغه ښار په کتابتونونو کي  په پښتو ژبه لیکل شوي کتابونه زیات  خر څېدل په دې هیله چي هلته به په پښتو کي لیکل شوی نوي آثار اوکتابونه واخلم خو له بده مرغه هلته مي په پراخه پېمانه داسي څه مي و نه موندلو چي هغه زما دا تنده ماته کړي که څه هم کتابونه زیات چاپ شوي خو علمي او پوهنیز کتابونه مي ډېر لږ ولیدل  بالمقابل که مونږ د خپلو ګاونډيو هیوادونو پاکستان او ایران کتابتونونوته ولاړشو وبه ګورو چي په هره موضوع باندي چي  کوم یو کتاب وغواړي هغه به په اردو او فارسي ژبو کي تالیف شوي یا ژباړل شوي ومومې نو ځکه مي ددې وړاندیز اړتیا احساس کړه هیله ده چي دا پیغام به یو بل ته ورسوۍ اوپه دې هکله به خپلي مشوري او وړاندېزونه ونه سپموۍ  . پاڅه قلمه   پاڅه قلمه د شهېد ملت آرمان ولېکه ....................................................... دکړېدلي قام دخوږ زړګي درمان ولېکه ته خو خنجر یې ددښمن مرۍمو غوڅه کړه ته لږ  وخوځېږه له رازو یې پرده لوڅه کړه ته د زړه درمل د ځورېدلي مسلمان ولیکه  ............................................  دکړېدلي قام دخوږ زړګي درمان و� �ېکه قلمه ته خو وېده نه یې دا وېده کړه پورته له تا د هیچا پرده نشته ځه د ننه کو� �ته دناخبرو د پوهني یو عنوان ولېکه  ......................................................  دکړېدلي قام دخوږ زړګي درمان ولېکه قلمه تاته پرګني سترګي په لاره دي نن د جهالت په ځولنوکي ناکراره دي نن په خپلو اوښکو د پوهني یو داستان ولېکه ........................................... دکړېدلي قام دخوږ زړګي درمان ولېکه قلمه تاته په سلګو کي منتونه کوي داځورېدلي په ژړا درته سوالونه کوي چي په پوهنه کي یوبحث څه آسان ولیکه ................................................  دکړېدلي قام دخوږ زړګي درمان ولېکه قلمه څوک چي ستا دپاکو اوښکو سپکه کوي د حق په لاره کي دتا له میني کرکه کوي ته یې په ونډه کي غضب د پاک سبح ان ولیکه .......................................... دکړېدلي قام دخوږ زړګي درمان ولېکه قلمه ته خو سر نوشت د ملتو بد� �وې ته قسمتونه د بېوزلو پرګنو بدلوې څه په قسمت ددغه عصر دانسان ولېکه ................................................   دکړېدلي قام دخوږ زړګي درمان ولېکه (قدوسي ) ویني هره ژبه کی لیکني کوې د ملـتونـــو پوهـــولــوتـــه څـــېړني کوې څه په پښتو کي لږ په ګټه د افغان ولېکه................................................. دکړېدلي قام دخوږ زړګي درمان ولېکه     ",د قلم څښتنانو ته سرتورسر او لمنه 4669,," ", 4670,," د ايساف د جنوب غرب حوزې د مطبوعاتى څانګې مشر م يجر اينس له بينوا سره نن په خبرو کې وويل چې د سوله ساتو او افغان ځواکونو( د عملياتو په ترځ کې د سه شنبې په ورځ د کندهار د ژړۍ او پنجوايى ولسواليو کې تقريباله ٥٠ څخه تر ٦٠ تنو وسله وال طالبان وژل شوي دي) . دغه فوځى عمليات چې د شنبې په ورځ پيل شوي له امله يې ملکى وګړو ته هم ډيره مرګ او ژوبله رسيدلې ده .يو شمير کورونه او باغونه و� �ان شوي او په سلګونه ولسى وګړى له خپلو کورونو څخه وتلى دي . کندهار کې د ملى پخلاينې د کميسيون د څانګې مشر اغا لالى منلې چې تر ٢٠ ډير ولسى وګړي وژل شوي دي . د کندهار والى اسد الله خالد بيا وايى په کم تعداد ملکى خ� �ک ژوبل شوي دي .افغان ولسمشر حامد کرزى تيره شپه د کندهار والى ته لارښونه وکړه چې ددغو سيمو له اوسيدونکو س� �ه دې مرستې وکړي . ميجر اينس وويل نن هم په سسيمه کې فوځى عمليات روان دي اوطالب جنګياليو د ناټو د ځواکونو په کاروان بريد کړى وو ، چې هيڅ ډول زيان نه لري. ",ايساف :کندهار کې تر ٦٠ طالبان وژل شوي 4671,," دکاناډا ددفاع وزارت يو وياند ادم تامسون خبر ورکړى چې د سه شنبې په ورځ يې ٥ تنه عسکر له طالب جنګياليو سره د کندهار د غرب په ١٥ کيلومترى کې ټپيان شوي دي .له دې نه وړاندې د يکشنبې په ورځ ٤ تنه نور کاناډايى عسکر وژل شوي وو. د سه شنبې په ورځ يو کاناډايى د امريکايى ا� �وتکې د هوايى بريد له امله مړ او ١٠ تنه نور ټپيان شوي دي . د وروستى يو کاناډايى عسکر په وژنه سره افغانستان کې د ناټو د وژل شوو عسکرو شميره ٤٦٠ تنو ته ورسيده .د ناټو د يوې خپره شوي بيانيې له مخې د ٢٠٠١ زيږديز کال را په ديخوا افغانستان کې د امريکا تر مشرى د ائيتلاف د ځواکونو په چوکاټ کې ٣٣٣ تنه امريکايان، ٣٦ تنه برتانويان،٢٨ کاناډايان،١٨ جرمنيان ،١٨ هسپانويان،او ٢٨ تنه د نورو هېوادونو عسکر وژل شوي دي . ", کندهار کې د کاناډا ٥ عسکر ټپيان شوي 4672,," د ناټو سرمنشى ژاپ دوهوف شيفر کابل ته د يو دوه و� �ځنى سفر په موخه رارسيدلى دى او ټاکل شوي له افغان ولسمشر حامد کرزى د ولسى جرګى له غړو او يو شمير نورو چا� �واکوسره خبرى وکړى او افغانستان کې د ناټو ترمشرى لاندې د ايساف د ځواکونو له قطعاتواو جزتامونو څخه ليدنه وکړي . نوموړى په داسې وخت کې افغانستان ته راځى ، چې ايساف په ګډه له افغان ځواکونو سره د کندهار د ژړۍ او پنجوايى ولسواليو کې زورور فوځى عمليات د طالب جنګياليو په وړاندې پيل کړي دي. ",د ناټو سرمنشى کابل ته رارسيدلى دى 4673,," افغان دولتى پوليسو نن سهار ٩ بجې هغه ماين ددوى په وينا شنډ کړ، چې د کابل ښار د سراى شمالى په سيمه کې د خلکو په ګڼه ګوڼه سيمه کې د تيلو يو ټانګ ته نيږدې د چاودنې په موخه ځاى پرځاى شوى وو. د کابل ښار د پوليسو د يوولسمې حوزې يو چارواکي له بېنوا سره د پېښي پخلۍ کړى دى. ",کابل ښار کې د چاودنې مخنيوى شوي دي 4674,,"   نن دناټو مشر یاپ دهوپ شیفر دولسمشرۍ په ماڼۍ کې له افغان ولسمشر کرزي سره ولیدل تر لیدنې وروسته دواړو مشرانو یو گډ تړون دخبریالانو په وړاندې � �اسلیک کړ. خبري ناستې ته لومړی ولسمشر کرزي دلاسلیک شوي تړون په اړه وویل چې دا تړون ددې ښکا� �ندوی دی چې نړیوال ټولنه په تیره بیا ناټو له افغانستان سره په خپلو ژمنو لا هم ټینگ ولاړ دی. ولسمشر دغه راز دتروریزم سره دجگړې په اړه هم وویل چې په افغانستان کې ددغې جگړې مشري دناټو په واک کې غوره گام گڼل کیږي. بل لورته دناټو مشر شیفردتروریزم سره دجگړې په اړه دناټودرغنده رول یادونه وکړه وویل چې دناټو س� �تیري افغانستان ته ددې لپاره راغلي ترڅو له افغان حکومت سره یوځای دتروریزم ځالې ور ړنگې کړي. دناټو مشر دا هم وویل چې ناټو دملي اردو اوافغان پولیسو په جوړونه کې به پراخه برخه واخلي . دناټو دمشر � �اتگ افغانستان ته وروسته له هغه ترسره کیږي چې دجگړې مشري دا مهال په افغانستان کې په لاس کې ل� �ي.   ",دناټو مشر له ولسمشر کرزي سره ولیدل. 4675,," د برتانيا ددفاع وزرات مرستيال چې يو شم ير نور بهرنى ديپلوماتان او افغان فوځى چارواکى ورسره وو، نن غرمه يې په هلمند کې د ميشتو برتانوى ځواکونو له جزتامونو څخه ليدنه کړى او ددغه ولايت له والى ، امنيه قومندان او نورو چارواکو سره يې کتلى دي . د ولايت د پو� �يسو مشر ملاخيل له دغه کتنې څخه خوښى ښودلې او وايى نوموړى په دغه ولايت کې د ډاډمن امنيت د تامين او د بيا� �غاونې دکارونو په ترسره کولو کې د خپل هېواد په استازيتوب د همکاريو ژمنه وکړه او موږ هيله من يو چې د نوو ب� �تانوى عسکرو په راتګ سره به د دغه ولايت په امنيت کې ښه والى راشي . اوس مهال برتانيا هلمند کې لږترلږ٠ ٣٠٠ فوځونه لري . ",د برتانيا ددفاع وزارت مرستيال هلمند ته تللى 4676,," د پاکستان ولسمشر جنرال پرويز مشرف نن له غرمې و� �وسته د يو دوه ورځنى رسمى سفر له پاره کابل ته راورسيد . مشرف په دغه سفر کې د هغه هېواد دکورنيو چارو وزير ، د کابينى او ملى شورا يو شمير غړى ملګرتيا کوي او ټاکل شوې ده د ورځې په وروستيو کې له افغان ولسمشر حامد کرزى سره يو ځاى يوې خبرې ناستې ته څرګند شي .ددغه دواړومشرانو خبرې تر ډيره بريده پورې د دواړو هېوادونو په پولو کې د بې ثباتى ، د تروريز م په وړاندې مبارزه او نورو اقتصادى او سيمه ايزو برخو کې د ګډې همکارى ټکى جوړوي . ",د پاکستان ولسمشر کابل ته راورسيد 4677,," نن له غرمې وروسته د ٢ نيمو بجو شاوخوا د خوست د يعقوبيو ولسوالۍ د بازار په جنوب ٢٠٠ مترۍ کې د يو ځانمرګي بريد له امله د ځانمرګي په گډون ٣ تنه وژل شوي او ٢ تنه نور ټپيان شوي دي. د يعقوبيو ولسوال ميرزاجان نيمګړي بينوا ته وويل په وژل شوو کسانو کې يو د ځاځي م يدان د احصايې مشر او بل د ځاځي ميدان د ليسې سرمعلم دى. نوموړي وويل ځان وژونکى ټوټې_ټوټې شوى او پته نه لګېږي چې څوک دى . ځانمرګي چې له ځان څخه يې د ولسوال په وينا چاودېدونکي توکي تاو کړي وو، د سپرليو له يو موټر سره ځان الوزولى دى. د موټر چلوونکى او يو بل تن لاروى په بريد کې ټپيان شوي دي. ",په خوست کې ځانمرګي بريد٥ تنه مړه او ټپان کړل 4678,," د كندهار په پنجوايي او ژړۍ ولسواليو كي له تېرو څلورو ورځو راهيسي د طالبانو په وړاندي د افغان پوځ او ناټو ځواكونو تصفيوي عمليات روان دي، چي دولت او ايتلافي ځواكونه طالبانو ته د درندو ځاني زيانونو د ور اړولو ادعا كوي، خو د ځينو راپورونو له م خي د بمباريو له امله ولسي وګړو ته هم زيانونه رسېدلي دي. له سيمي څخه يوه عيني شاهد بېنوا ته وويل پر يوه كور باندي د بم لګېدو له امله د هغه كورنۍ ۱۳ تنه ووژل شول او پرون ټوله ورځ دوى د هغوى په ښخولو تېره كړه. كه څه هم د كندهار ولايتي چارواكو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو په كندهار كي د ملي پخلايني د كمېسون مشر او د ولايتي شورا غړي حاجي اغالالي په دې جګړو كي د ۲۱ ملكي كسانو د وژل كېدو پخلى وكړ، نوموړي وويل په دې اړه يې د افغانستان ولسمشر حامد كرزي ته خبر وركړى دى. ",د كندهار ولايتي شورا د ۲۱ ملكيانو د وژل كېدو پخلى كوي 4679,," د كندهار ژړۍ او پنجوايي له تېرو پنځو ميا� �تو راهيسي د هيواد تر ټولو نا ارامه سيمي گڼل سوي دي، چي څو ځله د سختو نښتو ډګر گرځېدلى دى.نن څلورمه ده چي يو ځل بيا په دواړو ولسواليو كي د دولت او طالبانو ترمنځ سختي جګړې رواني دي، له دواړو ولسواليو څخه د جګړو له امله په سلګونو كورنۍ بېځايه سوي دي، دغه كسان له دولت او ناټو څخه د مرستو غوښتنه كوي او وايي چي دولت دي يې ژر تر ژره د هستوګنځيو غم وخوري.يو تن چي ځان د ژړۍ ولسوالۍ اوسېدونكى ښيي آزادۍ راډيو ته يې وويل چي له مجبو� �يته يې په كندهار ښار كي له كوم شناخته سره په كور كي اړولي دي چي اوس يې ژوند ډېر سخت دى. د ژړۍ ولسوالۍ د پاشمول سيمي يو بل اوسېدونكى وايي چي نن څلورمه ده د جګړو له امله كندهار ښار ته راغلى دى او اوس يې په فاميليو كي په يوه كنډواله كي اړولي دي چي د ده په وينا په پنځه زره افغانۍ يې په كرايه وركړې ده، ده وويل دولت دي دوى ته په خپلو ولسواليو كي له جګړې څخه ګوښه ځاى وركړي چي خپل كښت او كروندو ته نيژدې وي، نوموړي وويل په كلي كي يې داسي كسان سته چي د پيسو له نيستۍ څخه هماغلته بند پاته دي او له هغه ځايه راوتلاى نه سي. ده پر دولت ږغ وكړ چي دوى اوس مرستو ته اړ دي بايد لاسنيوى يې وسي. د ژړۍ ولسوالي دې اوسېدونكي د ملكي كسانو د وژل كېدو يادونه هم وكړه، ده وويل چي د تېرو مياشتو په جګړو كي يوازي د ژړۍ ولسوالۍ په پاشمول سيمه كي ۷۵ كسه بېګناه كسان شهيدان سوي دي.يو بل تن چي نوم يې داروخان او ځان يې د پنجوايي اوسېدونكى معرفي كاوه وويل چي د جګړې له امله اول له پنجوايي څخه پاشمول ته ولاړى او بيا چي كله هلته هم جګړه ونښته مجبور سو چي ښار ته راسي، ده وويل دولت اعلان ورته كړى وو چي د جګړو له سيمو څخه دي راووزي، حكومت به كمپ ورته جوړ كړي او مرستي به ورسره وكړي، خو په داسي حال كي چي ځمكي، باغونه او په كورونو كي يې د اغوستلو كالي هم ځني پاته سوي دي تر اوسه نه دولت او نه هم ناټو د دوى غم خوړلى دى او نه يې هم كمپ ورته جوړ كړى دى.يو بل تن وويل چي له كلي څخه په داسي حال كي راوتلى دى چي د الوتكو بمبارۍ هم ورباندي شروع وې، خپل دوه ماشومان يې له ځان سره راوستل خو د كلي له نورو اوسېدونكي ناخب� �ه دى، ده پر نړيوالو ږغ وكړ چي بايد مرستي ورسره وكړي ځكه چي دوى ټوكر_ټوكر دي او مرستو ته اړتيا لري. ",كندهار ته راغلي كډوال د مرستي غوښتنه كوي 4680,,"   رحیم گل څاروان نن دپاکستان ولسمشر جنرال پرویز مشرف له یوه لوپوړي پاکستاني پلاوي سره په گډه له غرمې وروسته کابل ته راورسید ولسمشر کرزي دولسمشرۍ په ماڼۍ کې یې تود هرکلی وکړ دواړه مشران تر اوږده ځنډه په خپلو کې په خبرو بوخت ول. بیا خبرې غونډې ته دخبریالانو په وړاندې راڅرگندل شول ولسمشر کرزي له ولسمشر مشرف مننه وکړه چې افغانستان ته یې سفر وکړ دغه راز ولسمشر کرزي وویل له ولسمشر مشرف سره یې په گڼو موضوعگانو خبرې وکړې له تروریزم سره جگړه چې ددواړو هیوادونو گټې پکې نغښتې دي. بل لورته ولسمشر مشرف اوږدې خبرې وکړې او په گڼو مسایلو یې خپل نظر واچوه نوموړي وویل چې پاکستان دافغانستان په وړاندې له یوه دریځ ملاتړ کوي او دوه مخی سیاست دافغانستان په اړه نه لوبوي مشرف دې پوښتنې ته په ځواب کې چې په دې وروستیو کې دپاکستان حکومت دشمالي وزیرستان له طالبان سره دسولې تړون لاسلیک ایا دا ددې مانا نلري چې همهاله پاکستان له تروریزم سره جګړه کوي او بل لورته دسو� �ې لار له طالبان سره پرمخ وړي؟ مشرف وویل جنگ او جگړه یوازې دستونزو داواري لار  نده بل لار هم شته چې ستونزې پرې اواریدای شي هغه دسولې لار ده مشرف وویل دشمال وزیرستان طالبانو ورته ویلي چې په سیمه کې بهرني دا� �قاعده غړي نخ پریږدي دپاکستان دحکومت ملاتړ به کوي او په تاوتریخوالې به لاس نه پورې کوي. مشرف وویل چې هیڅکله به بهرنیو ځواکونو ته اجازه ورنکړي چې دپاکستان خاورې ته ورشي او له طالبانو سره جگړه وکړي مشرف وویل دا دپښتنو سیمه ده چې دتاریخ په اوږدو کې بهرني ځواکونه ندي ورغلي او که څوک پدې فکر وي چې پاکستان ته بهرني ځواکونه ورشي هسې خوب او خیال دی. مشرف وویل باید دواړه حکومتونه یوپه بل باور ولري نوموړي ووی� � که افغانستان پر پاکستان تورونه لگوي نو دوی هم پر افغانستان تورونه لري نوموړي وویل پر ولسمشر ک� �زي پوره باور لري. ",دپاکستان ولسمشر مشرف له ولسمشر کرزي سره ولیدل. 4681,بېنوافرهنګي ټولنه," چارشنبه دوږي ۱۵مه ۱۳۸۵  په جرمني کي د افغانستان او افغانانو د يوې ډيري خواخوږي ، عالِمي ، او درنې کورنۍ څخه ډاکټر ح اجي محمد سلطانزي دتل له پاره مخه ښه وکړه ، ارواښاد ډاکټر حاجي محمد سلطانزي ځدراڼ خپلي کورنۍ، دوستان ، انډيوالانو اود هيواد څخه دباندي دهيواد خواخوږي په پردېسۍ کي د غم پر ټغر کښېنول او خپله يې يوه ودان او سم سور افغانستان د ليدلو ارمان له ځانه سره ګور ته يو وړ.  انالله وانااليه راجعون",دبېنوافرهنګي ټولني دخواخوږۍ پيغام 4682,"د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند"," د  PSDP  د خواشنۍ پیغام په ډیری خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هیواد پیاوړی شخصیت  ډاکتر حاجی محمد سلطانزی « ځدران » په 2006.09.04  نیټه په جرمنی کې د زړه د دریدو له امله په  پردیسۍ کې لدی فانی دنیا څخه سترګی پټی او ابدی دنیا ته ئې سفر وکړ.                                                         انالله واناالیه راجعونخدای بخښلی ډاکتر سلطانزی پښتو او پښتونولۍ سره بې کچه مینه درلوده، پښتون ملت ته ئې د خپلی کورنۍ د نورو غړو په شان نه ستړی کیدونکی پوهنیز خدمتونه کړیدی، په جرمنی کې ئې د پښتون ملت دابادۍ او سوکالۍ لپاره د پښتنۍ خورښت سره تل خپل اواز یو ځای کړی وو، چې  له دې امله ئې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند ( PSDP ) د غړیتوب ویاړ  لرلو.د پښتنو ټولنیز اولسولیز ګوند د ده ناڅاپی مړینه پښتون ملت ته ضایعه بولی او د زړه له تله خفګان څرګندوی او د اروښاد د کورنۍ د غړو سره پدغه  غم کې ځان شریک ګڼی.  روح دې ښاد وي     په درنښت علي خان محسودد پښتنو ټولنیز اولسولیزګوند لومړی مرستیال",د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګونددخواشينۍ پيغام 4683,," د پاکستان ولسمشر جنرال پرويز مشرف به افغانستان ته د خپل سفرپه دويمه ورځ د افغان دولت د کابينې له يو شمېر غړو، سياسي څېرو او وکيلانو سره وګو� �ي او ټاکل شوي ده په ولسي جرګه کې به وينا هم وکړي. نوموړى پرون کابل ته راورسېد او له افغان ولسمشر حامد کرزي سره يې وکتل. ",مشرف به نن له يو شمير سياسي څېرو سره وګوري 4684,," طالب جنګياليو په هلمند ولايت کې د ګرم سير او په زابل ولايت کې د ارغنداب ولسوالي د افغان دولت له ځواکونو څخه نيولي دي . طالب وياند قاري يوسف خبري رسنيو ته د ارغنداب ولسوالۍ د نيولو خبر ورکړي او وايي د يو وسله وال بريد په ترځ کې يې ولسوالۍ نيولې او يوه اندازه سپکه او درنده وسله يې لاس ته لويدلې ده. د زابل ولايت د پوليسو مشر پکتين وايي چې ولسوالي هغه وخت د طالبانو لاس ته ورغله ، چې دوى د دغه ولسوالۍ ولسوال له کاره ګوښه کړ او وروسته له هغه نه د ولسوالۍ امنيه قومندان حسين علي خپله دنده پرېښوده او وتښتېدئ. نوموړي وويل دوى حسين علي نيولى او ترې نه پوښتنې روانې دي. د هلمند د پوليسو مشر مل پاسوال نبي جان ملاخېل بيا وايي د يو شمېر پوځي مصلحتونو او تاکتيکونو له مخې يې د ګرم سېر ولسوالي پرېښې ده. مګر طالب وياند وايي تر يوې لنډې نښتي وروسته يې ولسوالي نيولې ده. ",طالبانو د هېواد په جنوب کې ٢ ولسوالۍ نيولي دي 4685,," برتانوي فوځي چارواکو رپوټ ورکړى چې د افغانستان په جنوب كي يې ٣ عسکر پرون مړه شوي دي. د رپوټ له مخې په هلمند ولايت کې پرون د يو ماين د چاودنې له امله يو برتانوى عسکر مړ او ٦  تنه ټپان شوي دي. د ٥ تنو ټپيانو حالت د انديښنې وړ بلل شوى دى. د رپوټ له مخي يو بل برتانو ى عسکر له طالب جنګياليو سره په نښته کې مړ او دريم عسکر، چې تېره اونۍ په جګړه کې ټپي شوى وو، پرون وم ړ. ",په هلمند کې ٣ برتانوي عسکر مړه شوي دي 4686,," د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت م� �ستيال کيم هووالس افغانستان ته تر څلور ورځني سفر وروسته له افغان دولت څخه د اداري فساد د ورکولو او په � �ضايي سيستم کې د اصلاحاتو د راوستلو غوښتنه وکړه او هيله يې وښوده چې د مرستندويه هېوادو وركړل شوي پيسې دې پر ځاى ولګيږي.نوموړي له افغان ولسمشر حامد کرزي سره تر کتنې او خبرو وروسته يوې خبرې ناستې ته وويل افغانستان به تر هغه وخته ارام او سوکاله نه شي ترڅو د پاکستان حکومت په خپل هيواد کې هغه سرچيني له مينځه يونه سي، چې په افغانستان کې ناکراري راولي. نوموړي په پاکستان کې د هغو مدرسو تړل وغوښتل چې ترهګر په کې روزل کيږي . ",برتانيا: د مرستندويه هېوادو پيسې دې پر ځاى ولګيږي 4687,," طالب وياند ډاكټر محمدحنيف بېنوا ته وويل له تيري ورځي راهيسي يې د كنړ ولايت د ماڼوګي ولسوالۍ په كړنګل سيمه كي له ايتلافي ځواكونو سره جګړه � �وانه ده چي د ده په وينا تر نن سهار پوري يې له هغوى څخه درې موټره ويشتلي دي او زيات شمېر عسكر يې پكښي وژلي دي. نوموړي د كاپيسا ولايت په تګاب ولسوالي كي هم د ايتلافي ځواكونو د دوو موټرانو د تخريب ادعا وكړه چي تر اوسه يې په اړه ايتلافي ځواكونو څه نه دي ويلي. ",طالبان په كنړ كي له امريكايانو سره د جګړې خبر وركوي 4688,," نن له غرمې مخکې د پاکستان ولسمشر پرویز مشرف د بهرنیو چارو په وزارت کې د ولسمشر کرزي په گډون يوې لويي غونډې ته پوره یوساعت او دېرش دقيقې خبرې وکړې نوموړي په ټینگه د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل چي یو پر بل د بې باوریو لړۍ ودروي، نوموړي وويل د دواړو هیوادونو گټې یو بل ته د نیمگړتیاوو په ښوولو او د وړاندیزونو په ورکولو کې نغښتي دي، نه پر بې باوریو او پر يو بل باندي په تور لګولو كي.مشرف وویل د افغانستان لوری تل د ناخوالو پړه نېغ په نېغه پر پاکستان اچوي چې دا پر پاکستان د تور لګولو په معنا دی او پرته له تور او گرمولو بل څه نه ترې راولاړېږي، مشرف وویل دى نظامي سړى دی نیغې خبرې کوي او رښتیا وایي هیڅکله یې دولت په دې فکر کې نه دی چې په افغانستان كي نا امني راولي د طالبانوملاتړ نه کوي او لا ورسره جنگیږي.ده زياته كړه هر څوک چې ای ایس ای ملامتوي لکه دی چې ملامت بولي ای ایس ای اداره د ده په لاس کې ده او هیڅکله به ای ایس ای د افغانستان په خلاف کار ونه کړي.بیاد افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم يوه لنډه وینا وکړه او و يې ویل تورونه یو پر بل د کارونو د پرمختگ لپاره دي نه د ورانۍ لپاره.په دغې غونډې کې جهادي مشرانو، د کابینې غړو، د ولسي جرګې او مشرانو جرگې استازو او نورو سیاسي مشرانو برخه اخيستې وه. ",پرویز مشرف: بايدپر يو ا و بل د تورونو لګول پرېږدو 4689,,"   بېنوا ویبپاڼې ته د سوله ساتو ځواکونو له لوري په راغلې خب� �پاڼه کې لیکل شوي چې پرون ماښام د آيساف ځواکونو له يوه ژورنالست څخه يو رپوټ واورېد چې د کندهار د پنجوايي و� �سوالۍ د زنګاوات په کلي کي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي په اړه وو. خب� �پاڼه لیکي:""د آيساف د لومړنيو پلټنو پر بنسټ د زنګاوات په کلي کي د ورځي د څلورو بجو په شاوخوا کي د طالب جنګياليو درې پټنځايونه تر اور لاندي نيول شوي وو، په نوموړو ځايونو کي د آيساف سرتيري په سخته جګړه بوخت وو او دغه درې پټنځايونه د جګړې له مهمو ځايونو څخه وو چي د آيساف سرتيرو ته ګواښ ګڼل کېده. په جګړه کي بوخت د آيساف س� �تېرو څرګنده کړه چي هلته په سيمه کي د ملکي کسانو د شتون په باب کومه نښه نه ليدل کېده، نو له همدې امله دوى د هوايي ځواک د ملاتړ غوښتنه وکړه تر څو ياغيان له ماتي سره مخ کړي.""  دا په داسي حال كي ده چي له څو ورځو راهیسې د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ كي د دغه ځواکونو له لوري پراخ عملیات پیل شوي دي او داسي راپورونه وركول شوي دي چي له مخې یې ملکي وگړو ته ډېر زيانونه رسېدلي دي.  ", ایساف : په پنجوایي کې ملکي وگړي نه دي وژل شوي 4690, ژباړن : نذيراحمد سهار,"  ژباړن : نذيراحمد سهار په دې وروستيو كې په يوه انټرنيټي بهرنۍ وېب پاڼه كې د جورج ډبليو بوش او د دجال د پرتلنې په اړه يوه ليكنه خپره شوې ده. په دې ليكنه كې د Numberology له لارې د((نوستراداموس)) وړاندوينې څيړل شوې او هڅه شوې د امريكا په وروستيو ټاكنو كې له بوش سره د � �يطان پالو او جادوګرانو پر راښكون او د ((مقدس كتاب)) په وړاندوينو سره داجوته كړي، چې بش د مقدس كتاب همغه دجال يا ((انټي كريسټ)) دى.د بوش ژوندليك او ژوندشاليد:بوش يو داسې كس و، چې كوكايين يې كارول او ملګرو د يوه بد سلوكه او عياش شرابي په توګه پېژانده. په سوداګريزو چارو كې له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ و، چې د بډايو ملګرو په مرسته يې اوارې كړې. هغه د تكزاس ايالت والي و. دده د واكمنۍ پرمهال په تكزاس كې يو شمېر ناوړه پېښې وشوې،چې پر څو هغو به يې رڼا واچوو:تكزاس د امريكا په متحدو ايالتونو كې د ماشومانو له پلوه ۶۲،۲ سلنه بېوزلې سيمه بلل كيږي او نږدې ۲۴،۵ سلنه وګړي يې له درمليزې بيمې څخه بې برخې دي. د تكزاس ايالت په اړه د امريكا د كرنې وزارت وروستۍ څ يړنې ښيي،چې ددغه ايالت پنځه سلنه كورنۍ ډېر وخت په وږې او نهاره خېټه شپې سبا كوي. دغه ايالت په ټولنيزو چوپړ چا� �و كې تر نورو لږ سړي سر عايد او حكومتي لګښت لري. په دې وروستيو پنځو كلونو كې بوش كولاى شول تكزاس له بېوزلۍ وژغوري، خو په خپل درواغجن غرور سره يې د بډايو طبقو او سوداګرو د ماليې كچه راټيټه كړه او په ټاكنيزو منډو ت� �ړو كې يې خپل ملګري او استازي وګرځول. د امريكا ترټولو ډېر زندانيان له تكزاس ايالت سره تړاو لري. په تكزاس كې د سپين پوستي په پرتله شپږ ځله د تور پوستي د غرغرې شونتياوې دي. په دغه ايالت كې تر كورنيو جګړو وروسته د لومړي ځل لپاره ((د كارلافي توچر)) په نوم يوه مېرمن په اعدام محكومه شوه. د بوش ((دجالتوب)) څنګه جوتولاى شو؟په انجيل كې د يو كس د دجال پېژندنې لپاره د شمېرپوهنې لاره بيان شوې ده. انجيل وايي، د دجال پېژندنې لپاره ( ۶۶۶) عدد په يوه نارينه پورې اړه لري. د كار تګلاره يې داسې ده،چې په هرلاتين توري له A څخه تر Z پورې او له يوه څخه تر ۲۶ پورې عددونه ځانګړي كيږي. كه چېرې دغه شمېرې د ((جورج ډبليوبوش)) لپاره محاسبه كړو د پايلې لومړى پړاو يې په دې ډول � �اوځي:۵+۷+۱۸+۱۵+۵+۷ د جورج لپاره۲۳+۱+۱۲+۱۱+۵+۱۸ د ډبليو Walker لپارهاو ۲+۲۱+۱۹+۸ د بوش لپارهددې ټولو جم ع۱۷۷ =۱+۷+۷ =۱+۵=(۶) راوځي،چې دا زموږ لومړنى شپږ عدد دى. د زېږون نېټې له مخې:دغه پايله له زيږون نېټې هم را اېستلاى شو. جورج ډبليو بوش د ۱۹۴۶ز كال د جولاى په شپږمه نېټه زېږېدلى دى. په دې توګه كه چېرې د جولاى ارقام ،چې د زيږديز كال اوومه مياشت ده، له نورو شمېرو سره جمع كړو،۶+۴+۹+۱+۶+۷ = ۳۳كيږي۳۳= ۳+۳=(۶) په دې توګه دوهم شپږ( عدد) هم ترلاسه شو. درېيم شپږعدد دې ټكي ته په پاملرنې سره ترلاسه كولاى شو،چې ددجال لومړنۍ موخه پر ټوله نړۍ واكم ني او بيا يې شيطان ته ور سپارنه ده. په دې برخه كې د بوش لومړنى ګام د تكزاس واليتوب و. بوش د لومړي ځل لپاره د � �۹۹۴ كال د نومبر په اتمه نېټه د تكزاس د والي په توګه وټاكل شو. كه چېرې ددغې نېټې شمېرې سره جمع كړو۴+۹+۱+۸+۱+۱= ۳۳      ۳۳ =۳+۳=(۶)  به لاس ته راشي او داموږ ته درېيم شپږ (عدد) راكوي. اوس كه چېرې د ولسمشرۍ پ� �څوكۍ د نوموړي د ټاكل كېدو نېټه ( د ۲۰۰۱ كال د جنوري مياشتې شلمه نېټه) په پام كې ونيسو يو ځل بيا شپږ عدد لاس ته � �اځي او دا كولاى شو د درېيم عدد ،يانې د تكزاس د واليتوب پرځاى وليكو: ۱+۰+۰+۲+۰+۱+۱=( ۶) د هيښتيا خبره خوداده، چې پلار يې ولې د نومښودنې پرمهال له Walke څخه مخكې د هربوت نوم لرې كړ؟ ايا دا شيطان ته د خپل زوى د وړاندې كولو يوه لاره نه وه؟!George شپږ توري، Walker شپږتوري،Bush،چې جرمنۍ رېښه يې Busche ده، هم ۶ عدد په لاس راكوي او كه دا د� �ېواړه سره يوځاى كړو د ( مقدس كتاب) ددجال پېژندنې ۶۶۶ شمېره راښيي. كه اوس هم ډاډه نه وئ، بايد وپوهېږئ،چې يو بل تصادفي او ورته چانس( يو په ۱۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰) هم لرو، چې د نړۍ د ټول نفوس ۱۶ برابره كيږي. اوس هم كه واياست، دا يو تصادف دى، بده نه ده چې دې متل ته مخ واړوو، چې ((كس له ملګرو وپېژنئ)):o د شيطان پالو ډلو ملاتړ: جورج ډبليو بوش د خپلو لومړنيو مبارزو په لړ كې د ((نيوهامپشاير)) شيطان پالو ډلو له ليكو سره يوځاى شو. دغه كار په رسنيو كې ډېر توند غبرګون درلود. په نيو انګلنډ كې د جادوګرانو او كوډګرو ډلې سره راغونډې شوې او ولسمشرۍ ته يې د نوموړي د رساوي وړاندوينه وكړه او په همدې موخه يې په سيمه كې يو سترجشن جوړ كړ. o د نوستراداموس وړاندوينې:نوست� �اداموس ( ۱۵۰۳-۱۵۶۶) يو فرانسوى رنځپوه او ستورپوه و. نوموړي د فرانسې او نړۍ په اړه د ۹۰۰ وړاندوينو يو پيړ كتاب ليكلى دى. هغه خپلې وړاندوينې په سندريزو مسرو سره راوړې او د هرچا پام ور اړوي. يوه وړاندوينه يې په دې وروستيو كې نړيجال ( انټرنېټ) ته هم راغله:((زرۍ راځي، ۱۲ مه مياشت، په ځواكمن كور كې يوپوچ مغزى كليوال سړى راپيداكيږي، چې د مشرتابه ادعا كوي. هغه زياتوي: يو مشكوك سړى له پاچاهي لرې كيږي، سره له دې،چې ګڼ شمېر خلك يې ملاتړ كوي او د عامو خلكو رايې ګټي، خو يوه ډله شته، چې واكمنۍ ته يې نه پرېږدي). دغه ټكى دا راښيي،چې ښايي د بوش سيال الګور واوسي. هغه وايي:د بوش واكمنېدل د Hale Bop په نوم له يوه لكۍ وال ستوري سره سرخوري( له ۹۵ څخه تر ۹۷ كال پورې،چې ۹۷ كال كې د بوش د ټاكنيزو منډو ترړو پيل دى). كله،چې نوموړى د ولسمشر په توګه اعلانېده، دا د لكۍ وال ستوري د رڼايي وروستى حد و. د هغه په وينا، د نوموړي په واكمنتيا سره ډلوژنې ترسره كيږي او په سلګونو خلك دغچ اخستو په موخه � �اپاڅيږي او بيا د هاني بال په څېر يوځواك راځي. هاني بال يو تورپوستى جنرال و، چې له فيلانو سره يې د روم  د سوبې په موخه يون وكړ، خو په پاى كې يې ماته وخوړه.دلته ( كولن پاول) تورپوستي ته نغوته كولى شو، چې د عراق ( بابل) په لور يې حركت وكړ. د يادونې وړ ده، چې دغه وړاندوينې په ډېر تفصيل او سپړنې سره راغلې،چې د ټولو بيان يې بېله مقا� �ه غواړي. o د انجيل وړاندوينې:دغه وړاندوينې د ((دانيال نبي)) د هيښندو مكاشفو پر بنسټ په دې ډول تعبيريږي: ((دانيال نبي وايي، په ايلام( د عراق د بابل ښار د ختيز لوري Suna) كې مې يو دوه ښكرى ګډ وليد( صدام ته نغوته) او ښك� �ونه يې لوړ و( دې ته نغوته كوي،چې نوموړي د نړۍ څلورم شتمن ځواك درلود) يو ښكريې تر بل لوړ او وروسته نور هم لوړ � �و( د عراق عادي ځواكونو او جمهوري ګارډ ته نغوته كوي، چې وروسته په اوو لښكرو ووېشل شول) دغه ګډ مې ليده،چې پر � �مال( كردان اوېران) او سوېل( كوېټ) بريد كوي او هيڅ ځواك يې دمخنيوي وس نه درلود. هغه د سيمې سترځواك شو، په داسې ح ال كې،چې دغه ګډ ته ځير وم، ناڅاپه له لويديزه يوښكرې وزه راغله، په داسې حال كې،چې پر ټوله كره راګرځېده، پرته له دې،چې پرځمكه ولګي ( جورج بوش او د هغه هوايي ځواك ته نغوته كوي) ددوه ښكري ګډ په لوري راغله او په غوسه يې بريد پرې وكړ. ګډ د مقابلې توان له لاسه وركړ او لاندې يې پرځمكه را پرې اېست. وزه ډېره غټه او لويه شوه، له ځواك سره سره يې يو ښكر مات و ( جورج بوش پلار پر عراق د امريكا د يرغل تر تصويب يو كال وروسته ولسمشري له لاسه وركړه). د م خكيني ښكرپرځاى يې څلور نور ښكرونه راشنه شول( هغه درې زامن او يوه لور درلوده،چې د لوسمي ۲ له امله مړه شول) او د هغو پرځاى يو بل ښكر راشين شو( جورج ډبليو بوش ته نغوته) ،چې شتمن و او لويديز او سوېل ته لاړ( هغه ډېره ځواني په عياشيو كې تېره كړه ، بيا دتكزاس والي او وروسته ولسمشر شو) او د ښكلې خاورې ( منځني ختيز) په لور يې لښكر كشي وكړه. هغه ځان د خپلې ډلې مشر وباله( د بې پايه نياو ايتلاف مشر) او بيا مې واورېدل،چې يوه مقدس سړي بل مقدس سړي ته وويل: څومره وخت وروسته به ( دانيال نبي) ورسره مخامخ كيږي؟ هغه ځواب وركړ: ۲۳۰۰ شپې ورځې وروسته او دغه جګړه ( د منځني ختيز جګړه) به شپږنيم كاله دوام كوي او سخته وراني او مرګ ژوبله به واړوي. كله مې،چې دغه تصور( رويا) په س� �كې ګرځېده، كوښښ مې كاوه پرې وپوهېږم، ترشا مې يوڅوك ولاړ شو،چې عيسى عليه السلام و او جبراييل ع ته يې وويل: هغه ته ووايه،چې اې هلكه! پردې وپوهېږه،چې دغه تصور او رويا له ( اخرالزمان ) سره تړاو لري او دا په داسې حال كې و، چې هغه رانږدې شو او زه پر سجده پرېوتم. سره له دې،چې دغه ليكنه د يوه بهرني سايټ او بهرني ليكوال له خوا خپره شوې او يو شمېر حوالې يې په انجيل شريف وركړې، په ډېرو مواردو كې د دجال او بوش د پرتلنې په اړه سړى له هيښتيا سره م خامخ كوي. ",بوش بالاخره دجال و پېژندل شو؟ 4691,سیدعبدالله ولي زی," لیکونکی: سیدعبدالله ولي زیګرانو لوستونکو په وروستیو کلونو کې زه څو ځله د ماهېپر له لویې � �ارې تورخم ته لاړم او بېرته راغلم. پخوا چې زه کله ماشوم وم، چې په دې لاره به تېرېدم نو د ډول ډول تنظیمونو پاټکونو به ګاډي درول، یا به یې په سپینو سترګو پیسې ترې اخیستې او یا به یې هم غلاوې ترې کولې او په زور به یې ما� �ونه ترې لوټول، خو کله چې د طالبانو واکمني پیل شوه نو له دې لارې څخه دغه پاټکونه له منځه لاړل او ډېر ښه امنیت پکې جوړ شو، خو له بده مرغه د دې لارې سړک په اساسي توګه نه وؤ جوړ شوی او کله چې ښاغلی کرزی راغئ، نو د ټولو هېله دې ته وه، چې د افغانستان ټولې لویې لارې به جوړې شي او امنیت به په حاکم وي، خو لویې لارې څه نا څه جوړې شوې مګر د سم امنیت نښې نښانې پکې نه ښکاري. دا ځکه چې په لویو لارو کې د پولیسو او د غلو تر منځ توپیر نه کیږي، نو د دې لپاره ما نن دغه لنډ رپوټ چې په ځانګړي توګه د کابل تورخم د لویې لارې په اړوند دی ولیک.کله چې کرزی راغئ د طالبانو د واکمنۍ د نیمګړي کار د بشپړېدو هوډ یې وکړ او په ویجاړ او پاتې شويو سړکونو یې کار پیل کړ.  زه د کار په مختلفو دورو کې په دغه لار تېر او بېر شوم، د سړک جوړونې کار ما ته ډېر اغیزمن تر سترګو شو، خو کله چې د تورخم د سړک جوړونې کار له سروبي څخه راواوښت، نو ما واورېدل چې د ماهیپر لاره بنده ده او ټول خلک باید د لته بند په لاره � �اړ شي. خو دا کار ماته ډېر عجیب په دې ښکاره، کیدا چې زما انډېوالان به راتلل او ویل به یې چې په ماهېپر راغلم او په لاره کې مې پاټکونو ته پیسې ورکړې. ډېر کسان مې ولیدل چې همدا خبره یې کوله، خو زه پکې شکمن وم حتی تر دې چې زه خپ� �ه څو ځلې په دې لاره لاړم. زه چې کله په لومړي ځل وروسته له بندښت څخه په دې لار تېر شوم زموږ ډرېور له پینځو تر شپږ و پاټکونو ته یې پیسې ورکړې او موږ ته یې د تګ اجازه راکړه. یوه ورځ، چې زه کله بېرته له تورخم څخه راستون شوم نو د سروبي په سېمه کې یې زموږ ګا ډۍ تم کا او موږ ته یې په دې لاره د تګ اجازه رانکړه، دا ځکه چې زموږ ډرېور د هغو پاټکچیانو په چل نه پوهېد چې څنګه پیسې ورته ورکړي، نو موږ بېرته وګرځیدو او په لته بند باندې کابل ته راغلو. کله چې ما دغه لار ولیده نو په دې لار تګ را تګ ماته ډېر ستونزمن کار تمام شو او دا پرېکړه مې وکړه چې نور به په دې لار نه راځم.څو ورځې مخکې زموږ دوستان راغلی وؤ نو د هغوی سره ما د ماهېپر په لاره تورخم ته سفر ګډ کړ. د لارې په اوږ دو کې بیا هم پاټک چیانو خپل باج له ګاډیو څخه اخیستلا او هغوی یې تنګول، خو زموږ موټروان په چل پوه وؤ پیسې یې ورکړي او ترې تېر شو کله چې زه او زما دوستان  بېرته د سیپتمبر په دویمه نېټه راستانه شو، و د سروبي په سیمه کې د نغلو په پسته کې د پولیسو لخوا ودرول شو. زموږ ډرېور لاړ ترڅو له پولیسو سره وغږېږي او پیسې ورته ورکړي په دې م هال کې د پولیسو مشر د خلکو تګ وځنډاو. زه او زما ملګري له ګاډي ښکته شو او له ګاډي څخه د باندې ګرځیدو. ناڅاپه زموږ فکر څو نه زغمیدونکو پېښو ته شو. هلته مو ولیدل چې ډېر ګاډي راغلي او غواړي په دې لاره لاړ شي خو پولیس سره � �ه دې چې له هغوی څخه پیسې اخلي، ښه چلند هم نه ورسره کوي. هلته زما یو ځای ته پام شو چې د پولیسو مشر په یو ګاډي باندې ګوزار وکړ او د هغې د مخې هېنداره یې ماته کړه چې هغې ګاډي والا ته یې ډېر زیان ورساوه.  وروسته له هغې د هغه ګاډي ډرېور د پولیسو سره په جګړه بوخت شو او د تاوان غوښتنه یې ترې کوله خو پولیس په ډنډو وواهه. بل ځای ته مې پام شو چې بل پولیس  د ګاډیو ډرېوران او سورلۍ وهي او هغوی دې ته اړ کوي چې بېرته وګرځي. نو ما دغه پېښې و نه � �وی زغملی او هوډ مې وکړ چې دا باید په مطبوعاتو کې چاپ کړم. په دغه سفر کې زما سره ډاکتر سیدنصیر احمد چې له هالنډ څخه د څو ورځو لپاره مېلمه راغلی وؤ هم ګډ وؤ. ډاکتر نصیر د افغاني ټولنې د ناخوالو په اړه ځینې لیکنې هم کړي، خو د سروبي پاټک ورته نه زغمیدونکی سیمه ښکاره شوه او د خلکو زورول یې په سترګو ولیدل او ویې ویل چې باید دغه موضوع لوړپوړو چارواکو ته ورسېږي..باید یاده شي چې له دغو ((ملي پولیسو)) یا د لویو لارو د غلو او ډاله مارانو  څ خه نه یوازې دا چې عادي خلک وځورېدل خو همدا ډول مېرمنو ته او ناروغو کسانو ته هم سپکاوی وشو او زما لاروي ډاکتر نصیر ته هم سپکې ورکې وویل شوې، خو د هغه په برخه کې خبره تر وهلو ټکولو و نه رسېدله، مګر بیا هم زما لپاره د یو م ېلمه سپکاوي بس و چې د دغه راپور په لیکلو لاس پورې کړم. د دې لپاره ما دا وپتیېله چې له هغې پیښو څخه انځور پورته کړم، کله چې ما کمره را وویستله د پولیسو مشر زه ولیدم او را ته نژدې شو کمره یې را څخه واخیستله او زه یې ووهلم. ما ترې پوښتنه وکړه چې ولې؟ د پولیسو مشر راته و ویل چې دا محرم ځای دی تا ولې عکس واخیست. نو ماته هغه پخواني پاټک سالاري را په یاده شوه چې په هر ځای کې به یې خلک درول او پیسې به یې  ورڅخه اخیستې. وروسته له ډېرو خبرو اترو زه یې د سروبي ولسوالی ته واستولم هلته چې زه کله لاړم په شعبه کې د شعار په توګه لیکل شوي وؤ ((تعذیب بزرګترین ګناه است.) ما یې له مسؤلینو څخه د معنی پوښتنه وکړه مګر دی عاجز پاتې شول او وویل چې ته زلمی یې ولې په دې لاره راځې. هلته وروسته له بشپړو تحقیقاتو څخه زه خوشې شوم د تفتیش مسؤل عبدالکبیر نومېده، د تحقیق په ترڅ کې د افغانستان اساسي قانون مې تر سترګو شو نو کله مې چې پرانیسته په دویم فصل کې د اتباعو د حقوقو په برخه کې مې و م وندل چې هیڅوک نه شي مجازات کیدلای ترڅو محکمه پرې حکم و نه کړي او ما دا خبره دغه ښاغلي ته وکړه او همدا ډول مې ورته دا په ګوته کړه چې زما په کمره کې ستاسو د سیمې عکسونه نه شته دي، نو ځکه، ستاسو په اړه کوم جرم هم نه دی کړای مګر ستاسو چارواکو زه پرته له تحقیق، څېړنې او جرمه و وهلم، خو دغه ښاغلي راته و ویل چې زه هم نه پوهیږم چې تا په کوم جرم ونیسم! ماته هم دا په زړه پورې وه چې د دغه بې پاسخواستۍ لامل څه دي پوه ده که نا پوهي او که بې ځایه احساسات دي. تقریباٌ زما دری او څلور ګنټې په دې ځای کې ضایعې شوې. زه پخپله د سولې هڅه یا تلاش صلح د میاشتنۍ د کم پیوټري چارو مسؤل یم او د ژورنالیستیک مورال او مسؤلیتونوپه اړه پوه یم نو ځکه ما ته د دغو ډاله مارانو کا� �ونه او د خلکو سپکاوی د منلو وړ نه وو او ومې غوښتل چې د دغه جنایت پیښې عکاسي کړم.د یادونې وړ ده چې کله پر ما د پولیسو مشر ګذار وکړ نو ډاکتر نصیر زموږ تر منځ شو او زما د نورو وهلو مخنیوی یې وکړ او کله یې چې زه د سروبي و� �سوالۍ د استخباراتو څانګې ته واستولم نو زما ملګرو په دې لاس پورې کړ چې ما د دغه ځناورانو له منګولو څخه خلاص کړي.دغه ملګرو د افغانستان بېلابېلو سیمو ته تیلیفونونه وکړل چې په دې ترڅ کې د ښاغلي جنرال سیدعزیزاحمد، ښاغلی جنرال مجید روزي، ښاغلی جنرال غلام محمد خان، ښاغلي جنرال شفیق احمد د سروبي د امینې قوماندانۍ چارواکو هلې ځلې د یادولو وړ دي.کله چې د سروبي له بنده را خلاص شوم نو د ښاغلي جنرال مجید روزي د چارواکو په مرسته له پاټکه تېر شو او د کابل- تورخم د لویې لار په لېواء کې د لنډې مودې لپاره د ښاغلي جنرال مجید روزې مېلمانه هم شو، چې به دې برخه کې زه او زما ملګري د ښاغلي جنرال مجید روزي د دغه نیک ګام څخه مننه وکړه او په راتلونکي کې ده ته لا بریالیتوبونه غواړو او په دې هېله چې د سروبي لویې لارې تر یوې سمې ادارې لاندې راشي.ما چې کله دغه کسان ولیدل نو ومې ویل چې په رښتیا هم په دې ځای کې د پولیسو او د غلو تر مینځ توپیر نشته ځکه غلو هم پیسو ته سترګې پټې کړي وي او م لي پولیسو هم پیسو ته سترګې پټې کړي دي، اما څه شی چې پکې زیات دی هغه د خلکو ځورونه ده. یعنی زما مطلب دا دی چې پولیس د غلا څخه سربېره خلک هم ځوروي او دومره یې تنګوي چې هغوی په خپله کړنه پښیمانه کړي.تاسو ګمان وکړئ که دغه پېښه له یو داسې چا سره ترسره شوې وای چې واسطه یا پېژندل شوي خلک یې نه پېژندلای نو بیا به له داسې کس سره څه ترسره شوي وای پرته له جرمه به یې څومره موده په بند او ځورېدنې تېرولي؟ګرانو لوستونکو ما تاسو ته دغه ګزارش وړاندې کړ دا ځکه چې د دې لارې وګړي د دغه دوه نیمو لسیزو په اوږدو کې د ماهېپر له لارې سمه خاطره نلري ځکه غلا ترې � �وي، ټکول شوي دي او ډېر نور کارونه ورسره شوي دي. خو اوس هغه وخت نه دی اوس باید دوی په آرامه توګه لاړشي او په آرامه توګه خپل ژوند ته ادامه ورکړي مګر ما چې ولیدل اوس هم هماغه حالت دی، نو ځکه ما دا رپوټ جوړ کړ تر څو مسؤ� �ینو ته ورسیږي او د دې لار په اړه جدي پرېکړه وکړي. ما واورېدل چې دا سړک د وزیرانو د شورا د پرېکړې پر بنسټ بند � �وی دی مګر زه چې ګورم پیسې د هغوی د پرېکړې ماتیدونکې دي، نو ځکه زه دا غواړم چې باید دا پاټک چیان له منځه لاړ شي، ځکه سړک جوړ دی او باید خلاص شي او که چېرې نه خلاصیږي نو باید قطعي بند شي ترڅو نه خلک وځورول شي او نه ترې پیسې واخیستل شي. په دې هېله چې ټول پاټک چیان ختم شي. کله چې ما دغه لیکنه ختمه کړه نو له تلویزیون څخه مې واورېدل چې د آریانا تلویزیون کمره چې غوښتل یې له دغې جنایت څخه فلم واخلي او ټولو هېوادوالو ته یې وښیئ هم په دې څېر د ځناو� �انو لاس ته لویدلې وه او تقریباٌ نیمه ګنټه یې کمره له پولیسو سره بنده وه. ما چې کله دا خبره واورېدله نو ماته خپل محلی متل را په یاد شو چې ویل کیدل: ((موږ یې عمرالدین ژاړه، قمرالدین یې په خره سور � �اغئ)). ",د کابل-تورخم د لارې مسافر هر څه په پټه خوله تېروي 4692,," په ډيره خواشنئ سره خبر شولو چي د هېواد يو بل خوا خوږئ   ډاکتر حاجی محمد سلطانزی  ځدران  دخپل هېواد له غيږي  ليري په پردېسئ کي له دې نړۍ سترګي پټي کړې ! انا ا لله انا اليه راجعونسلام فرهنګي ټولنه او اړوندان يې د د خدای بخښلي  ډاکتر حاجی محمد س� �طانزی  ځدران دوستانو او په ځانګړي توګه د مرحوم کورنۍ سره  په دې غم  کي ځان شريک ګڼي اودلوئ څښتن  ح ضورته د خدای بخښلي  ټولي کورنۍ او دوستانو  ته د صبر او زغم   دعا کوي  . الله پاک دي فردوس جنت ور په برخه کړي .  امين يا رب العالمين  د سلام فرهنګي ټولني د مشر تابه په استازيتوبپوهنوال � �سول باورياسن ، هلند ",د سلام فرهنګي ټولني د خواشنئ پيغام 4693,," عبدالو� �ي برهاني  - جرمني پرون د ۲۰۰۶ کال د سيپتمبر پر شپږمه د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د مشرتابه ج� �ګې غونډه د کولن ښار څنګ ته د هورت په ښارګوټي کې  جوړه شوه . په دې غونډه کې لومړی د ارواښاد ډاکټر حاجي محمد سلطانزي د مړينې په مناسبت د خواشينۍ څرګندونه وشوه . د ښاغلي مبارز ساپي له خوا د پاک قران د څو مبارکو ايتونو تلاوت وشو او ټولو د هغه ارواښاد � �پاره د دعا لاسونه پورته کړل . په غونډه کې ښاغلي ډاکټر ماخان شينواري او څو نورو کسانو د ارواښاد سلطانزي د ژوند او خدمتونو  په اړه خبرې وکړې . د ټولنې د م� �رتابه جرګې د غونډې په دويمه برخه کې د خيبر د تاريخي بري د 335 کليزې لپاره د چمتووالي پر بېلابېلو اړخونو هم خبرې وشوې او � �ازم تدابير ونيول شول . دغه لويه غونډه به د سيپټمبر پر شپاړسمه په هورت کې جوړېږي .     ",په جرمني کي د ارواښاد ډاکټر سلطانزي روح ته دعاوسوه 4694,حبيب الله غمخور," ليکونکۍ حبيب الله  غمخور لومړۍ برخه  : د� �وان ۲۰۰۶کال دسپتمبر په دوهمه ورځ دانترنيټ  په يوشمير ويب پاڼو کې خبر خپور شو چې دافغانستان او پاکستان تر منځ پر هغه پوله چې د۱۹۴۷ کال نه راپدي خوا ددواړو هيوادو تر منځ دسياسي اختلاف داساسي لامل په توگه پاته شوې ده ؛دسپتمبر په لومړۍ نيټه د اغزن سيم غزول پيل شوي دې . داخبر په آريايي ،ايرنا او اريانا نت کې  نشر شوی  : ((دشمالي وزيرستان دغلام خان په سيمه کې داغزن ديوال دجوړيدوکار پيل شوی دی .په خبر کي راغلي چې کابل ددې طرحي پر پلي کولو داسلام اباد سره اختلاف  نظردرلودولې اوس  د دري جانبه پوځي کميسيون  لخوا چې په هغه کې  پاکستاني ،امريکايي اود افغاني افسران غړيتوب لري  پردي موافقه کړی چي داغزن ديوال دجوړيدوکاردي عملي  پيل شي . ))داچې ددې پلان  تر شابه څه پراته وي زمان به يې ډير ژرپه کاسه کې راوباسي . خو جالبه داده چې دډيورنډ کرښه ډير اوږ دتاريخ لري او دڅونفرو پوځيانو کميسيون دهغې دحل اوياهغه دسرحد په توگه په افغانستان دمنلو جوگه نه دي  . تر ټولو دحيرانتيا خبر خو داده چي دسپتمبر په څلرمه ورځ  يعني دوې ورځ وروسته  دآريايي په پاڼه کې دافغانستان ددفاع وزارت وياند دغبرگون په هکله خبر نشر شو چې : دافغانستان او پاکستان تر منځ دسرحد دجلا کېدوپه اړوند انتقادوکړ . په خبر کي راغلي  دي چې ديکشنبي په ورځ دولتي تلويزيون اعلان وکړ چې ددفاع وزارت مسولين دافغانستان اوپاکستان تر منځ دسرحدداغزن سيم پوسيله جلاکول ددې  څلوراړخيزکميسيون د صلاحيت  تر کرښو لوړ بولي  . پدې کميسيون کې دافغانستان ،پاکستان ،امريکا او ناټو پوځي استازي غړېتوب لري .  څو ورځې دمخه دپاکستان خبري رسنيو خبر ورکړ چې دهم دغه کميسيون دتصميم پر اساس ددواړو هيوادو سرحد په اغزو لرونکو سيمانو جلا کيږې  . همدا ډول ټلويزيون چي ددولتي نظر منعکس کوونکی دی وړاندي وايي داکميسيون ځيني وختونه دتروريزم سره دمبارزي پر اړخونو دبحث لپاره غونډي کوي . همدا ډول ددفاع وزارت  وياند محمد ظاهر عظيمي دغه تلويزيوني شبکي ته ويلي چې دڅلور اژخيزه کميسيون دنده ددواړو هيوادو تر منځ دستونزو دراپيداکيدومخه نيول دي ،دسرحد ټاکل ددي کميسيون په  واک کښي نه دی . هغه څرگنده کړه چي افغانستان به په هيڅ وجه دپاکستان ددي طرحي سره موافق نه نشي ،او ددې کميسيون په صلاحيت کي هم دا نشته چي ددې ډول مسايلو په هکله دي  بحث وکړي ،افغانستان به اجازه ورنه کړې  چي داډول طرحې پلې شي . له بدمرغه ددې دولت ټول جگپوړي چارواکي  په خپلو څرگندونوکې دډيورنډ دکرښي اويادپاکستان او افغانستان تر منځ ددغي لانجمني مس� �ې په اړوند په خبرو کې دغه ټکي ته  پاملرنه نه کوي  چې کوم سياسي اصطلاحات اونومونه استعمال کړي ،  يا يي ممکن دوي  � �عورأ استعمالوي ،  که داکار قصدأ کوي په هغه صورت کې دوي هم دافغان ولس استازيتوب ن� �ي کولاي ؛ او نه هم  کوم بل څوک بايد  ددوي خبري په خپلو پوچو دلايلو کي  ددي سند په توگه راوړاي چې دغه يا هغه چارواکي په خپلو خبرو کي داک� �ښه دسرحد په نوم ياده کړې ده ،ځکه همدا اوس ايران پلوه او پردي پرسته چې دپښتنو ديووالی څخه ويرېږي اودخپل بادار په گټه يي نه بولي دواړې پښې يي په يوه موزه کې اچولي همدا ډول وهې چې دډيورنډ کرښه دپاکستان سره سرحد دی دوي بل هيڅ دليل نلري يوازي وايي پلاني کس داکرښه دسرحد په نوم ياده کړيده اويا کوم عالم ورته سرحد ويلی دی .  ښاغلي عظيمي صاحب ته بايد څرگنده شي چي دافغانستان په تاريخ کي له هغه ورځې نه چې دافغانستان او پاکستان تر منځ دډيورند دک� �غېړني کرښي لانجه يي پر خپل سر دځان ميراث گرځولئ دډيورند کرښه دسرحد په نامه نه ده ياد کړې ،يعني زموږ او پاکستان تر منځ تر اوسه سرحد نه دي ټاکل شوی . پاکستان يي سرحد بولي خو افغانان داورسره نه مني ،جدي غوښتنه مي داده چي دغه ټکي ته ديوه تاريخي اصل په توگه  ټول دولتي چارواکي په خپلو خبرو کي پام لرنه وکړي . تاريخ شاهد دی چې د ډيورنډ كرښه د كرښي دواړو خواووته له هماغه پيل نه د من� �و  وړنه وه ، داميرعبدالرحمن په وخت كي كله چي دي كرغيړني كرښي افغانستان په دوه ب� �خو وويشه د كرښي نه هاخوا پښتنو او بلوڅو د انګليسي استعمار په وړاندي خپلو مبارزو ته ادامه وركړه، د كرښي نه ديخوا افغانان ولس هم تل  د دي كرښي په وړاندي خپله كركه اونفرت ښودلی دی  ، د ډ يورنډ د كرغيړني كرښي  سهيلي خواته دپرتو قومونو دسر نو يشت  دعادلانه حل  په هکله تقريباً د هيواد د ټولو سياسي غورځنګونو او روښان اندو مبارزينو د كړنلارو په سرليكه كي ځاي درلود. دا چي ولي  پاکستان په زياته سپين سترگۍ دډيورند دکرښي پر سردښمني نه پرېږد ې غواړم  پدې  په هکله  چي څوک پر حق دی دډيورنډ دکرښي په اړوند لنډي څ� �گندوني ته ستاسو پاملرنه را اړوم :    انګريزي استعمار د صنعتي انقلاب په بركت نږدې ټوله اسياتر خپل تسلط لاندي راوستل او انګ� �يزانو  ټول هند قبضه كړ. د منځنۍ اسيا د لاندې كولو د پاره د روسانو او انګريزانو ترم ينځ د سترې لوبې سيالي پيل سوه خو افغانانودڅلويښتوكلونو په موده كې په افغانستان باندې دانګريزانو دوه يرغ� �ونه شنډ كړل . له هغه وروسته انګريزانو، په داسې حال كې چې روسانو منځنۍ اسيا نيولې وه دروسانو دحملو اونفوذ څخه د هندوستان د ساتلو د پاره په کوزه پشتون خوا کې چي افغانستان خاوره وه دخپل نفوذدساحې دپرختيا لپاره پر عبدا� �رحمن باندي د سياسي او پوځی فشارد راوستلوپه فکر کي شول  تر څو هغه  د ډيورندلاين تړون لاس ليک ته حاضر کړې  . انگريزانودبرتانوي هند دباندنيو چارو سر سلاکار ډيورند په مشری  يو هيئت د ۱۸۹۳ كال د نومبر په دولسمه كابل ته ورسيدپسله څلويښت ورځو خبرويي  دعبدالرحمن خان سره د ډيورنددکرښي په نامه لوزنامه لاس ليك كړ او دافغانستان له بدني څخه يې نږدې نيمه بدنه جلا کړه . د ډيورند په لوزنامه کې  د دواړو خواوو د نفوذ سيمې و ټاكل شوې او هرې خوا دا ومنل  چې د بلې خوا د نفوذ په سيمه كې به مداخله نه كوي . ديادولو وړ يې بولم چې دډيورنډ په موافقه کې دکرښي نوم په کاروړل شویدی ، پداسي حال کې چې انگليسانو په ۱۸۷۳ م کال کې کله چي دسيستان سرحد د(سرگولد سميټ) په سرپرستۍ د (مکمهان) لخوا  دايران سره وټاکل شودسرحد کليمه ويل شوېده، نه دکرښي .ولې دافغانستان سره په موافقه کې دکرښې کليمه استعمال شوې ده،دغه ټکي ته بايد لوستونکی پامرنه وکړي چې ددپلوماتيکو اړېکو او اسنادو په وخت کې هره کليمه او جمله خپل ځانته خاص مفهوم اومعنی ورکوې  . په خپله ډيورند هم په كال 1897 كې په يوې مركې كې ويلي وچې ""... د هندوستان د خوا قومونه بايد داسې ونه ګڼل شي چې دننه د برتانيې په سيمه كې پراته دي. هغوى يوازې په تخنيكې لحاظ زموږ تر نفوذ لاندې دي، يانې دا چې تر هغه ځايه چې په امپراطورى اړه لري، او تر هغه ځايه چې دوى زموږ نفوذ ته تسليميږي يا موږ په هغو باندې نفوذ كوو."" بله مهمه خبره  دا ده چې ډيورند او شاته يې دبرتانوي  هند حكومت له دغه توافق ليك ځکه دخپل نفوذ دساحې  په نام ځکه ياده کړ چې ددوى مقصد داوو کوم وخت چې ضرورت احساس کړي په هغه وخت كې به په  افغانستان كې نظامي مداخلي كو� �وحق ولري ، ځکه ددواړو هيوادو تر منځ کوم رسمې سرحد نه و ټاکل شوۍ کرښې يوازي ددواړو خوا دنفوف ساحې بېلي کړې وې  . ويل کيږي چې امير عبدالرحمن خان  د دغه لوزنامې فارسي متن � �اسليك كړی او هغه نقشه يې نده  امضا كړې چې ورسره مله وه. امير عبدالرحمن خان په انګ� �يزي نه پوهيده طبعي  ده چې هغه به انګريزي  متن نه وي لاس� �يك كړى  . ډاکتر صاحب کاکړ ليکي :(( ما چې د كابل، نوي ډهلى او لندن  په ارشيفي مركزونو كې د امير عبدالرحمن خان د دورې په اړه څيړنې كړي د امير په لاسليك مې د ډيورند د توافق ليك متن نه دی  ليدلى . په دې اړه بله غټه موضوع دا ده چې د همدغه  انګريزي توافق ليك متن  ځينې برخې د تطبيق په ډګر كې د امير د پاره قبولې نه وې، او انګريزانو هم د هغه اعتراضونه ومنل . د پخواني كافرستان د باشګل دره د توافق ليك په متن كې د انګريزانو د نفوذ په ساحه كې ښودل شوې ده، خو په كال 1896 كې چې د ډيورند كرښه هلته په نښه كيدله امير په دې ټينګ شو چې باشګل د افغانستان برخه ده. د هندوستان وايسراى، لارډ الګين د امير اعتراض ومانه او د باشګل موضوع يې ""د خواشينۍ وړ تيروتنه"" وبلله . بله موضوع  د مومندو وه چې د ډيورند د كرښې د نښه كولو په وخت كې امير په هغې باندې هم تېنګ ودريد او ويې ويل چې ټول مومند د افغانستان برخه ده. د مومندو سيمه په نښه نه شوه او امير بيا هلته د سرك جوړولو امر وركړ. په دغه سرك باندې كار هم شروع شو خو د امير له مرګ نه وروسته د سرك جوړولو كار په ټپه ودريد. داسې هم د تورخم برخه د امير د اعت� �اض په وجه په نښه نه شوه)) .  دډيورنډ دکرښي اوږدوالۍ ۱۷۰۰ ميله ښودل شوی دی چې دهغه جملې نه يې صرف ((۳۰۰)) ميله دډيورنډ په په وسي� �ه په تخنيکي بڼه سروي اوپه نښه شوي ده ، دانور ټوله سيمه بيله فني او تخنيکي سروې نه په نقشه کي په نښه شوې ده . د نقشې له مخې د كرښې په نښه كول د توقع خلاف اوږده شوه او درې كاله يې ونيول . د جغرافيايي او ټوپوګرافي له مشكل نه غير دغې كرښې لوى قومونه او حتى كلي سره بيلول لكه تر كلاني، وزير، شينواري، نورزي، اڅكزي، بړيڅ او بلوڅ . دا هغه قومونه دي چې سره  ګډه ژبه،  دين،  تاريخ، كلتور،ډير گډ ټولنيز او اقتصادي مناسبات لري . ځکه پر دوي دډيورنډ منحوسه کرښه منل دهيچا په قدرت کي نه وه اونه هم تر اوسه دامنل شوېده. يو� �بايلي مشر  لطيف اپريدی وايي : هغه مخ دي تورشي ،هغه سردي غوڅ شي چې ددو ورنو په يووا� �ي خفه کيږي ، داڅکزودقوم يوبل مشربيا په ډانگ پېيلې خبر کوي وايي : پشتونخوا زموږ خاورده ،افغانستان زموږ پلا� �نۍ هيواد دی . سرويليم بارتن په قبايلي چاروکي دب� �تانوي هند لوي سلاکار په خپلو خاطراتو کې ليکې  : مخکښي له دينه چې دډيورند کرښه تحم يل شي دغو قومونه تر ۱۵۰ کالو زيات دافغاني شاهانودقلمروجز و،ځکه ددې سيمي اوسېدونکی سره  ګډه ژبه،نژاد، او ګډ نه بېلېدونکی كلتورلري  په حقيقت کې دانگليسانو له خوا ددوي بيلول دلمر په دو گوتو پټولو معنی لري  ،چې هيڅکله شونۍ نه دی . ځکه  دا حي� �انونکې نه وه کله چې دوي پوه شول چې د انګريزانو د نفوس په ساحه كې راغلي  ملا نجم ا� �دين ""ملا فقير"" او ملا مانكي او نورو قومي مشرانو په سروالۍ په 1897 م کالكې په يوه لوي پاڅون لاس پورې كړ، انګريزانو د هغوى په مقابل كې له (۷۰۰۰۰) منظم پوځ نه كار واخيست چې په هغو كې ځوان ونستن چرچل هم و. سره له دې هم انګريزانو له هندوستان نه تر وتلو پورې پر هغوي باندې  خپل نفوذ ونشو ساتلاي .  د ډيورندكرښه په زور هم ددغو قومونو لپاره دمنلو وړ ونه گرځېده ،يوازي د1920 نه  تر 1938 م کال پورې  په  پر له پسې ډول  دغو قومونو اتلس ځله حتى پخپله په هندوستان باندې هم بريدونه كړي دي . دافغانستان او پاکستان  ترمنځ پولي معمولي پوله نه ده ،افغانانود دغه  پولي په هکله داړونده چارواکو خبري او کړه وړه تل جدي څ ارلي اوپدي هکله يې غوڅ غبرگونونه ښودلي دي .بل هيڅوک نشي کولاي په دغه مسله کي خبري وکړي ،ځکه دا کرښه يوازي او يوازي دپښتنو تر منځ ايستل شوې ده .ځکه پاکستان غواړي دپښتنو او بلوڅو مشرانو دنه هيرېدونکو هيلو اوټينگ هوډ دترپښو لاندي کولو په خاطر  غواړي په افغانستان کې ديوه ځواکمن ملي دولت دۍوړېدو مخه ونيسي  . دډيورنډ کرښه دهند تر ويش وروسته : پسله هغه چي دبرتانوي هند امپراطوري په  1947 م کال کې ړنگه شوه دوه هيوادونه دهندوستان اوپاکستان په نامه منځته راغلل په هيڅ صورت نشي کيداي چي پاکستان دي په سيمه کې دبرتانې ميراث خور اوسي . کله چي دملگرو ملتو په سازمان کې دپاکستان دغړيتوب پر مسله بحث کېد ه د افغانستان استازي يو ياداښت دغه سازمان ته وړاندي کړپه هغه ياداښت کي ليکل شوي وه چي افغانستان دنوي جوړسوي پاکستان سره د سرحداختلاف لري،اودپاکستان دغړېتوب پر خلاف يې رايه ورکړه . که تاريخ ته پام واړه وپسله عبدالرحمن  څخه چي هغه په خپلو خاطراتو کې داسي ښکاره کوي چي غولېدلۍ دی  ،اوځيني مؤرخين پر دې ټينگارکوي چي  انگريزانو ددي لپاره چي دتزاري روسي دنفوذ مخه يي نيولې وي  دکرښي سهيلي خواته قومونوکي بې اتفاقيو ته لمن ووهل ،دامير پرخلاف يې خلک راپارول  اوداسي نور.... عبدالرحمن مجبور شو چي دديورند م نحوسه کرښه لاسليک کړې  . ما(( دډيو� �نډ کرښه يادناسور په زخم ))نومي اثر کې تر يوحده په تفصيل سره داموضع  څېړلې ده ،خو زه دغبار صاحب اويو شمير نورو تاريخ ليکونکو سره موافق يم چي امير دانگريزانو دسيسو تر تاثيرلاندي راغلۍ دخپل واک دساتلو په منظور يي بيله دېنه چي دولس او حتا ددربار دخلکو سره مشوره وکړي پر خپل سر دډيورنډ سره دامنح وسه اوپه وينو لړلې کرښه چي دناسور دزخم په شکل تر سلو کالو زياتي مودي په دوران کې افغان ولس ځوروي لاس ليک کړه . داکرښه يوه پاچا او جمهور رئېس هم نه ده منلې  اوټولو په خپل وخت کې ددي مسلې د عاد� �انه حل وړانديز کړۍ ،خو پاکستاني واکدارو دافغان چارواکو وړانديز نه دۍ منلی  ،ددوی لکه چرگ تل يوه پښه لري وايي په هر شکل چې کيږي دافغانستان  مشران بايد بيله دولس اوهاخوا دپشتنو اوبلوڅو دقومونو دمشوري نه ددوی سره داخائينانه موافقه لاس ليک او دډيورندکرښه  دسرحد په نوم په رسميت وپېژني  . دااوس  هم ټول تلاښونه او په افغانستان کي بربنډي لاس وهني  په همدې موخه کوي  . دلته دپژواک صاحب نظرته ستاسو پاملرنه را اړه وم چې دهغه له نظر سره دافغانستان غوڅ اکثريت ملگری دی ځکه هم اړينه نه بولم دنوروپوهانو نظرونه يو ځل بيا دلته تکرارکړم  . پژواک صاحب په خپل د ((پښتونستان)) په نامه کتاب کي ليکې : (( ادغام مناطق مورد نظر در قلمرو پاکستان محض به رضا ورغبت  وتصميم ساکنين مناطق مطلوبه ا رتباط می گيرد نه اينکه با خط تحميلي ديورند اکتفا نمايد ووآنهم از لحاظ حقوقي چنين مفهوم را افاده نمی کند.)) پژواک صاحب وژاندي ليکې  ((قوانين بين المل� �ي در زمينه به صراحت اشکار مي سازد با ازميان رفتن يک کشورمانند هندبرتانوی تمام قرار دادها وموافقا تيکه از جانب کشورهاي ديگر با ان عقد گرديده است اعتبار حقوقي خويش را ازدست داده ومورد الغا مي گيرند.))  پژواک صاحب دخپلو خبرو دپخلی لپاره دنړی دڅونورو پوهانو نظريات راوړي  :  دبرازيل سياست پوه پوهاند ايکولي  ((AcciolY)) دبين المللي � �وانينو په نوم کتاب کې ليکي  (( نوي هيوادونه نوي شخصيتونه لري ،پخواني  قراردادونه له هغوي سره نه دي لاس ليک شوې )) . يوبل قانون پوه انزيلاني  (( Anziloni)) ليکي : نړيوال قرا� �دادونه دځانگړو خصوصياتو لرونکی دي ،چې  يوه هيواد نه بل هيواد ته نشي انتقا� �ې داي ،کله چې يوهيواد دبل هيواد لخوا ونيول  شي  پر اشغال شوي هيواد باندي  قرار دادونه دتحميل وړ نه دي )). فرانويس ((Franouis )) دهاگ دمحکمي قانون دان  ليکي : (( هغه حقوق او وظيف  چې دداسي قراردادوپر اساس منځته راغلي وي دريم  گړې هيواد ته په ميراث نه پاتيږي )). رښتيا خوا داده چي  انگريزانو دافغانستان له امير سره دسهيلي سرحد دټاکلو قرار دادنه دی لاس ليک  کړی  بلکه دډيورند ه موافقي په نامه  انگريزانوپه سيمه کي دخپل سياسي  نفوذ ساحه بيله کړيده .  دډيورند دکرښي دبرخه ليک په هکله دپرېکړي حق  په هيڅ ډول ددولتو صلاحيت نه دی دا دکرښې پر دواړو خواپرتو ولسونو مسلم حق دی چي دکرښې دهاخوا پرتو قومونو خوښه  ددوي دسياسي سرنويشت  دټاکلو په اړوند پرېکړه وشي  . پاکستاني ، امريکايي او دناټو جنرالان ددې حق نلري  چي پر خپل سر دپرويز مشرف  د هغه کرغېړن  وړانديز دپلي کولولپاره لاس په کارشي کوم چې دسيمي  دټولو پرتو قومو دنفرت وړ گرځېدلۍ و  زه داسي فکر کوم چي جنرال مشرف به دنن په دغه سفر کي چي کابل ته راځې يوځل بيا دروغجني وعدې او دافغانستان دپيشرفت اوپر مخ تگ سره دخپلي علاقي څ� �گندوني وکړې او دژورنالستانوسره په خبروکي به داهم څرگنده کړې چې پاکستان  دپر مخ ت� �لي او غښتلي افغانستان سره چي هلته سوله او سوکالي وي علاقه لري اوپاکستان به پدي لار کې هر ډول مرستي ونه سپموي . خو ددې په څنگ کښي به دښاغلي کرزي سره دهمدغه لعنتي اغزن ديوال دجوړيدپه هکله هم دپردي شاته خبر وکړې ،ځکه ددي خبر خپرېدل ددغه سفر په درشل کي تسادفي کارنه دی ،پدي باور لرم  دغه پوځې کم يسيون  هم پديښه پوهېږې چې دپاکستان او افغانستان تر منځ سرحد ټاکل ددوي دنده نه ده اونه هم دوي ددي جوگه دي چي پر خپل سره داغزن ديوال دجوړېدو پرېکړه وکړې  .   نوربيا    ",ح غمخور: جنرال صاحب اغزن سيم يې دحل لاره نه ده! 4695,انجنیر محمد انعام واک," د ډاکټر حاجي محمد سلطانزي د مړېنې له کبله د هغوې ځوی � �اکټر صالح محمد سلطان زي، د هغه خدای بښلي درنو وروڼو پوهنوال ډاکټر نظر محمد سلطانزي، فارمسست فضل محمد س� �طانزي او د هغوی د درنې کورنۍ نورو غړو ته د لوی خدای په دربار کې د زړه صبر اوهغه ارواښاد ته جنتونه غواړم. انجنیر محمد انعام واکد واک فونډېشن مشرناروې۲۰۰۶ کال – د سپټمبر شپږمه ",د واک فونډېشن د غمرازۍ پیغام 4696,"ډاکټرذبيح الله حسن- � �ندن"," زړه دزړیدو خو پروا پریښودهدې خوارې ځوانۍ مې وفا پریښودهغږ مې دپاولیو په غوږ نه لګيما چې دجامونو کړنګا پریښودهڅه به کړم فریاد داضطراب دزړه ما چې ستادحسن ثنا پ� �یښودهچارې دژوند شوې لکه دشګو وندنور مې هر یو شي ته قضا پریښودهستا پښتون غرور دې کله مات نشيما خپ� �ه سرکښه رضا پریښودهچا نه دسرو زرو ماڼۍ پاتې شوېمونږ دشعر متاع په دنیا پریښودهمه اوسه خوش فهمه چې خطا دکړمما خو ستا په مینه خطا پریښودهډار دزړه چاودون ؤ له حسن سرهده لکه غوټۍچې مسکا پریښوده ډاکټرذبيح الله حسن- لندن   ٢٠٠٦/٩/٥ ",دشګو وند 4697,"شريف بهاند - جرمني ۷ سپټمبر۲۰� �۶"," شريف بهاند - جرم ني   ۷ سپټمبر۲۰۰۶ خونړۍ پولي خونړۍ پولې هغه د پام وړ او په زړه پورې لیکنه ده، چې د رالف پیترز له خوا د متحدو ایالتونو د دفاع د وزارت د وسله والو ځواکونو د Armed Forces Journal (AF J) د مجلې د جولای د میاشتې په گڼه کې خپره شوې ده. لیکوال په خپلې دغې لیکنې کې په کره کتنې توگه د نړۍ په ځینو برخو، د ساری په توگه په افریقا او تر ټولو دمخه د نږدي او منځني ختیځ په ستراتیژیکو سیمو کې د مصنوعي او غیر منصفانه پولو رامنځته کیدل تر نیوکې لاندې نیولي دي او وایي، چې: ""د افریقا د دغو غیرم نصفانه پولو په شأ و خوا کې تر اوسه په میلیونونو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړي او دغه بهیر لا دوام لري. خو له افریقا پرته دغه ډول تر ټولو غیرمنصفانه پولې ... په منځني ختیځ کې رامنځته شوې دي، چې له گټو څخه یې زیان ډیر دی""(Ralph Peters, 2006, S. 1). نو ځکه پیترز په دغې سیمې کې د ځینو قومونو او مذهبونو، لکه کردانو، بلوڅانو او شیعه اع� �ابو په وړاندې د تیرو زور زیاتیو او بې عدالتیو د له منځه وړلو په موخه د نوو پولو د رامنځته کیدو، د نوې احتما� �ي نقشې طرحه وړاندې کړې ده، چې د نوموړی په اند د هغې په پلي کیدو سره، ښایي په دغو سیمو کې کړکیچ له منځه لاړ او د قومونو، ملتونو او مذهبونو تر منځه عدالت رامنځته شي. خو په دې اړه تر هر څه دمخه دا پوښتنه رامنځته کیږي، چې دغه غیر منصفانه پولې په څه ډول، د چا له خوا، څه وخت او د کومو موخو له پاره رامنځته شوې دي؟ ایا دا په تیره پیړۍ کې په اصطلاح متمدن، دیموکراتیک، د ولسواکۍ او قانون پر بنسټ ولاړ ستر ځواکونه، د ساری په توگه د اِن تِن ته Entente د تړون غړي هیوادونه، بریتانیا، فرانسه، روسیه او ایتالیا نه وو، چې د لومړۍ نړیوالې جگړې په ترڅ کې د خپلو سیاسي او تر ټولو دمخه اقتصادي موخو د ترلاسه کولو او د ملی گټو د ساتنې له پاره، دسایکس ــ پې کوت د تړون Sykes� ��Picot–Abkommen پر بنسټ په پټه توگه د منځني ختیځ سیمه په خپل منځ کې سره و ویشله؟ Hans, 1998, S. 40-46 Kronberger ) ایا د بریتانیا حکومت د باالفور د اعلامیې Balfour -Deklaration له مخې د خپلو سیاسي او اقتصادي موخو د ټینگښت له پاره د فلسطین په سیمه کې د اسراییلو د دولت بنسټ کینښود (وگوري: Seleman Saliba, Kaiserslautern, 1996/97)؟ ځکه د دوی په اند: ""د عربي هیوادونو په منځ کې، چې تل یو له بل سره په کړکیچ اخته وو، باید د داسې یوه دولت بنسټ ایښودل شوي وي، چې د یهودانو له خوا اداره او د بریتانیا تر قیمومیت لاندې وي، په دې موخه چې په دې بې ثباته سیمه کې د بریتانیا اغیز د تل له پاره تأمین شي"" (Kronberger, 1998, S. 44 Hans). ایا د بریتانیا امپراتورۍ د خپل د سرو زرو د خول، بریتانوي هند، د ام نیت او ساتنې له پاره د خپل ښکیلاکگر سیاست پر بنسټ او د ایران په خوښاوې په ۱۸۷۱ کال کې د گولد سمیت د تړون له مخې بلوڅان سره و نه ویشل؟ او همدارنگه د همدې موخې له پاره په کال ۱۸۹۳ کې د ډیورند د کرښې په ایستلو سره یې د افغانستان ستراتیژیکه سیمه، د خیبر دره، له دغه هیواد څخه جلا نه کړه او پښتانه قومونه یې سره و نه ویشل؟ (وگوري: شریف بهاند، ۲۰۰۱ ، مخ.۷ ـ ۱۲ ).په لنډه توگه د تیر تاریخ په راسپړلو سره، سړی ته دا روښانه کیږي، تی� �و سترو ځواکونو، چې اوس هم په نړیوال سیاست کې مهم رول لوبوي، د وخت له شرایطو سره سم د خپلو ملي او ستراتیژیکو گټو په پام کې نیولو او د خپلې برترې د ساتنې په موخه، د تمدن، ولسواکۍ او د دیموکراتیکو بدلونونو د پراختیا او همدارنگه د بشر د حقوقو د ساتنې تر نامه لاندې د نړۍ په نورو برخو، په تیره بیا په هغو سیمو کې، چې یا له ست� �اتیژیکه پلوه مهمې او یا هم د کرنیزو او طبیعي توکو د زیرمو له پلوه بډاي وي او دي، لاسوهنې کړي. د لاسوهنو بنسټیزې موخې له بیلا بیلو لارو پر یادو شوو زیرمو واکمنې وه او دا ډول سیاست اوس هم لا دوام لري. نو ځکه سترو ځواکونو په دغو سیمو کې له خپلې خوښې سره سم، د دا ډول غیرمنصفانه پولو په ایستلو او د ملتونه او قومونه په ویش سره، ځانته داسې دوست دولتونه رامنځته کړي، چې د هغوی په مرسته خپلې گټې تضمین او د دغو سیمو د طبیعي زیرمو د تا� �ان له پاره قانوني لارې برابرې کړي.اوسمهال هم یوه خبره روښانه ده او هغه دا چې له یوېخوا، د یوازینی زب� �ځواک، د متحدو ایالتونو او د هغو د ټلوالې د تیلو پاتې زیرمې مخ په خلاصیدو دي او له بلې خوا تر ۲۰۲۰ کال کې پورې یوازې د متحدو ایالتونو د تیلو لگښت څه نا څه اویا په سلو کې باید له وارداتو څخه سمبال شي (وگوري: Jürgen, Wagner, 2003, S. 50). نو ځکه د همدې لامَلونو پر بنسټ او د دغه هیواد د صنایعو د لومړنیو اومه توکو د اړتیا د سمبالښت تضمینول، هغه فکتورونه دي، چې ورځ په ورځ د متحدو ایالتونو د بهرني سیاست په بنسټیزې موضوع بدلیږي او دا ټولې هغه نښې نښانې دي، چې کیدای شي، په راتلونکې کې د نړۍ پر پاتې زیرمو په تیره بیا، تیلو کړکیچونه رامنځته شي. که څه هم ان اوس داسې بریښي، چې هغه لا پخوا پیل شوي دي. ځکه، کله چې د جگړو، ټولوژنو او پوځي کړکیچونو په اړه خبرونه تر غوږه کیږي، سړی ته ډیر ژر روښانه شي، چې د هغو تر شأ د اومه توکو، تر ټولو دمخه د هغو زیرمې ستر رول لوبوي. نو په دا � �ول سیمو او یا هم د هغوی په شأ و خوا سیمو کې جگړې په خورا شدت سره دوام لري او دا ډول جگړې تر زیاتې اندازې پورې متحده ایالتونه او ټلواله یې د خپلو اقتصادي او سیاسي برترې ساتنې له پاره ترسره کوي. په دې اړه د متحدو ایا� �تونو د ملی امنیت په ستراتیژې NSS کې راغلی: ""ولسمشر [باید] په پام کې ولري، هیڅ یوه بهرنی ځواک ته اجازه ور نه کړي، هغه ستره برترې، چې متحدو ایالتونو له سړې جگړې څخه وروسته پر هغې بریالي شوي، ترلاسه کړي""(Jürgen, Wagner, 2003, S. 41). دا چې په رښتیا سره د رالف پیترز د نوې احتمالې نقشې طرحه، په نړۍ کې د مصنوعي او غیر عادلانه پولو او د قومونو، ملي او مذهبي لږکیو په وړاندې د بیعدالتیو او بې بیرحمیو له منځه وړل او د هغوی له پاره د دولتونو رامنځته کول دي او که د دغو نوو پولو او رامنځته شوو دولتونو له لارې بیا هم په غیره مستقیمه توگه د نړۍ د تیلو، گازو او د هغوی په پایپ لاینونو او د نورو طبیعي توکو پر پاتي زیرمو د واشنگټن کنترول او په دې توگه د دغه هیواد د ترلاسه شوې برترې د خوندي کولو هاند و هڅه ده، یوې ژورې او هر اړخیزې څیړنې ته اړتیا لري، چې ښایي هغه په راتلونکو څو اونیو کې د محترمو لوستونکو له پاره چمتو او وړاندې شي. خو اوس یوازې د رالف پیترز د لیکنې ژباړه د گرانو هیوادوالو د خبرتیا له پاره وړاندې کیږي،څو دوی په دې برخه کې ژور او هر اړخیز فکر وکړي او ځانونه د پولو دا ډول بدلون ته، چې د هغه د لیکوال په اند، نه د زورزیاتیو له لارې، بلکې په دیموکراتیکه توگه او د ټولپوښتنو له لارې به تر سره شي، چمتو کړي. ځکه په دې لیکنې کې نه یوازې د منځني ختیځ د ځینو هیوادونو، بلکې د افغانستان او د هغه د کاوانډیو هیوادونو د زمکنۍ بشپړتیا په اړوند ژور بدلونونه تر سترگو کیږي. باید یادونه وشي، چې د دې لیکنې په اصلی متن (انگلیسی) کې له ډیرو څانگیزو اصطلاحاتو څخه گټه اخیستل شوې، نو ځکه د هغې د لا ښه پوهاوی له پاره مناسبه وبلل شوه، چې پښتو ژباړه یو څه په آزاده او ساده ژبه تر سره شي. بیا هم ښایي د ژباړې په برخه کې ځیني نیمگړتیاوې شوې وي، چې زه د هغه له امله له گرانو لوستونکو څخه بښنه غواړم. په پای کې د ښاغلی جاوید او مړوند بهاند له هغې مرستې څخه، چې له ما سره یې د ژباړې د اصلاح په برخه کې تر سره کړې ده، د زړه له کومې مننه کوم.شریف بهاندد برلین ښار۹ / ۹ / ۲۰۰۶ اخځونه :۱ـ شریف بهاند: د لویې لوبې په هنداره کې د افغانستان ځ� �یدنه، یو جیوپولتیکي څیړنه، ۲۰۰۱ 2- Hans Kronberger: Blut für Öl, der Kampf um die Ressourcen, Wien, 19983- J. Wagner: Das Öl und der Krieg: in: C. Haydt / T .Pflüger / J. Wagner: Globalisierung und Krieg, Hamburg, 20034- J. Wagner: das US – amerikanische Imperium im Zeitalter der Globalisierung: in: C. Haydt / T .Pflüger / J. Wagner: Globalisierung und Krieg, Hamburg, 20035- Ralph Peters: Blood borders: in: Armed Forces Journal, 06. 2006 6- Selaman Saliba: Die Geschichte des arabisch-israelischen Konflikts, Kaiserslautern, 1996/97 د نوي او لا ښه منځني ختیځ څرنگوالی � �یکوال: رالف پیترز ژباړونکی: شریف بهانداخځای : http://www.armedforcesjournal.com نړیوالو پولو تر اوسه پورې خپله وروستې بڼه نه ده ترلاسه کړې. دا به ډیره بې انصافي او بې عدالتي وي، که د آزادۍ او ښگیلاک، مه� �بانې [دارا] او بیرحمي، ترهگرۍ او قانون او همدارنگه د سولې او جگړې تر منځه د مصنوعي پولو او حصارونو په مرسته بیلتون رامنځته کړي شي. په نړۍ کې تر ټولو زیاتې له ظلم ډکې، مصنوعي او له عدالت څخه لری پولې په افریقا او م نځني ختیځ کې رامنځته شوې دي. دغه رامنځته شوې پولې د اروپایي ځان غوښتونکو په مرسته (کومو چې په خپلو پولو کې په پوره اندازه ستونزې درلودې)، رامنځته کړې شوې دي. د افریقا د دغو غیرمنصفانه پولو په شأ و خوا کې تر اوسه په می� �یونونو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړي او دغه بهیر لا دوام لري. خو له افریقا پرته دغه ډول تر ټولو غیرمنصفانه پولې (د چرچیل د تیوری پر بنسټ) په منځني ختیځ کې رامنځته شوې دي، چې له گټو څخه یې زیان ډیر دی. اوسنۍ نقشه په داسې حال کې چې د منځني خیتځ رامنځته شوې پولې دومره د کار وړ نه دي. خو دغه سیمه د پولو له ستونزو پرته، لا نورې زیاتې ستونزې هم لري، دغه ستونزې له کلتوري رکود څخه نیولي بیا د حقوقو تر نابرابری پورې، مرکوني مذهبي توپیرونه، دیني بنسټپالنه، تر ټولو سترې غیر مذهبي او اخلاقي هاندو هڅې د اسلام ستونزې نه، بلکې د هغو ټولو نه بري او بسټیز عامل همدا رامنځته شوې پولې دي، چې زموږ خپلو دیپلوماتانو رامنځته کړې او اوس هغه د عبادت په څیر سپیڅلې گڼې.په دې لیکنه کې، په پولو کې د سمون د رامنځته شوې طرحې ضمیمه وړاندې شوې ده او په منځني ختیځ کې پر کردانو، بلوڅانو او شیعه اعرابو باندې د زغملو شوو نارواوو، نا خوالو او تیروتنو، چې هغه لا تر اوسه هم دوام لري، بیرته جبرانول په پام کې نیول شوي دي. خو د یادونې وړ ده، چې په دې نوو رامنځته شوو پولو کې بیا هم مسیحیان، بهایان، نقشبندیان، اسماعیلیان او داسې نور لږکي په پام کې نه دي نیول شوي. یوه بله نه بښونکې تیروتنه، چې د هغې جبران ناشونی ب� �یښي، هغه د ټولوژنو (ژینوساید) په وړاندې د مکافاتو په ډول د نورو د خاورې او یا سیاسي سیمې ورکړه ده، چې ښه بی� �گه یې د تیرې پیړۍ په پیل کې د عثماني امپراتورې له خوا د ارمنیانو ټول وژنه ده.اوس په منځني ختیځ کې د نوو پولو رامنځته کیدو ته په نه پاملرنې او همدارنگه له دغې ستونزې څخه د خلاصون له پاره د خبرو اترو په نه کول سره به هیڅکله په دغې سیمې کې سوله او آرامتیا رامنځته نه شي. د هغو کسانو له پاره، چې د دا ډول موضوگانو له طرحې، د ساری په توگه د پولو بدلون او د نوو دولتونو او ملتونو له رامنځته کیدو څخه کرکه کوي او یا هغه نورو ملتونو او ډلو ته خوش خدمتې بولي، باید وویل شي، چې د اوسنیو ستونزو د له منځه وړلو له پاره کیدای شي عادلانه لار وموندل شي، خو دا شونی نه ده، چې هغه د ټولو له پاره، یانې له بوسپورس نیولي تر سنده پورې، د منلو وړ وي. د پولو د ټاکلو له پاره یوازنې لاره د منطقی میکانیزم لټون او د ستونزو له تشدید څخه مخنیوی دی. د نړیوال سیاست د اصولو پر بنسټ، له جگړې څخه پرته بله اغیزمنه او ځانگړې وسیله او لنډه لار نشته، څو د هغې په مرسته د غیر منطقي پولو په اړه پ� �یکړې وشي زموږ تفکر او تعقل د منځني ختیځ د پولو په اړوند زموږ مخې ته پرتې او راروانې ستونزې راپه کوته کوي. زموږ په وړاندې د انسانانو په لاس جوړ کړي داسې مسایل پراته دي، که موږ د هغو د حل له پاره لاره و نه مومو، نو په سیم ه کې به د کرکې او تشدد دا اور هیڅکله و نه وژل شي.هغو کسانو ته په ځواب کې، چې نوې پولې غیر اړینې او ان د هغو په اړه فکر کول له واقعیت څخه لری مسأله بولي، باید یادونه وشي، چې په دغو پولو کې بدلون هیڅکله په خپل ځای ولاړ نه دی او دغه شرایط هم هیڅکله ثابت نه وو. ډیرې پولې له کانکو او کوزووا څخه نیولي بیا د قفقاز تر غرونو پورې دومره چټکې د بدلون په حال کې وي او دي لکه څنگه چې دولتونه خپل سفیران او استازي د سترگو په رپ کې بدلوي.یو بل له ۵۰� �۰ کلونو راپدېخوا له کرکې ډک تاریخي راز، چې"" لا تر اوسه هم دوام لري"" هغه قومي، ژبنې او مذهبي ټولوژنه ده. تر ټولو دمخه د هغه پیل له دا ډول پولو څخه کوو، چې د امریکایي لوستونکو له پاره په زړه پورې او ډیرې حساسې دي: هغه دا چې د اسراییلو له پاره داسې یوه هیله، چې دغه هیواد وکولی شي، له خپلو کاوانډیو هیوادونو سره په امن او سوله کې ژوند تر سره کړي، نو اړینه بریښي، چې اسراییل د ۱۹۶۷ کال څخه مخکې پولو ته بیرته شا تک وکړي. تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې د اسراییلو امنیت په دې سیمه کې تضمین شي او د هغه له پاره د سیمو په پولو کې یو څه بدلون اړین ب� �یښي. خو د بیت المقدس د ښار، چې تاریخ یې له زرگونو کلونو راپدېخوا په وینو لیکل شوی، او د هغه د شأ و خوا سیمو د پولو ټاکل، چې د ټولو اوسیدونکو له پاره د منلو وړ وي، کیدای شي زموږ اوسني نسل د هغه په اړه پریکړه ونشي کړي. د سیمې اوسیدونکي د خپل دین او گروهې (عقیدې) په نامه هڅه و هاند کوي، چې زیاته سیمه ترلاسه کړي، څو وکولي شي، دوی په دې سیمه کې د تیلو زیاتې زیرمې، شتمنې او ځواک ترلاسه کړي. د دې موضوع په اړه زیاتې څیړنې او لیکنې شوې دي، له همدې کبله به د هغې زیاته څیړنه په همدې ځای پریږدو او په داسې مسألو باندې به خبرې وکړو، چې تر اوسه پورې چا په � �عوري توگه د هغو په اړه څیړنې نه دي تر سره کړي.تر ټولو دمخه د بالقان او همالیا د غرونیو سیمو ترمنځه پراته کرد اوسیدونکو سره همیشنې او تر ټولو زیاته بې عدالتي تر سره شوې او هغوی ته د یو � �زاد کردستان په نامه هیواد، حق نه دې ورکړل شوی. د یوې ټولپوښتنې له مخې له ۲۷ ــ ۳۶ میلیونو پورې کردان په دې سیمې کې استوگن دي ( دغه شمیرنه کیدای شي سمه نه وي، ځکه یوه دولت هم دکردان سرشیمرنه په ایمان داری او آزاده توگه نه تر سره کړې او نه یې هم د دا ډول سرشیمرنې اجازه ورکړې ده). د کردانو دغه نفوس د عراق له اوسنيو اوسیدونکو څخه زیات دی، که د کردانو د نفوس تر ټولو ټیټه شیمرنه [۲۷ میلیونه] هم په پام کې ونیول شي، بیا هم کردان په نړۍ کې هغه ملت دی، چې د دومره نفوس سره سره ځانته د یو خپلواک هیواد خاوند نه دی. نه یوازې دا چې دوی ځانته یو هیواد نه � �ري، بلکې په سیمه کې رامنځته شوو نوو حکومتونو پر دوی باندې تل نوې زورزیاتې کړې، که څه هم دوی د گزنفون Xenophon له وختونو څخه راپدېخواپه دغو سیمو کې استوگن دي.د امریکا متحدو ایالتونو او د هغوی ټلوالې د بغداد له ماتې و� �وسته ستر چانس له لاسه ورکړ، ځکه دوی د دې پر ځای چې عراق په دری برخو وویښي، کردان یې دې ته اړ کړل، د عراق په ح کومت کې، چې له بیلا بیلو قومونو [او مذهبونونه] څخه جوړ شوی، برخه واخلي. زموږ د دغې ناکامې ستر لامَل زموږ په بې زړه توب او د راتلونکې له پاره د یو تصور په نشتوالی کې نغښتی و. نه یوازې دا، بلکې موږ کردان دې ته اړ کړل، چې د عراق په نوي جوړ شوی حکومت کې برخه واخلی، کردانو متحدو ایالتونو ته د ښه نیت د ښودلو په غرض د عراق په نوی ح کومت کې برخه واخیسته. خو که په آزاده توگه ټولپوښتنه تر سره شي، په دې کې هیڅ شک نه لیدل کیږي، چې په سلو کې سل عراقي کردان به د ځان له پاره د یو آزاد هیواد غوښتونکي وي.په همدې ډول په ترکیې کې هم کردان، له ډیرې مودې � �اپدېخوا د دولت تر زورزیاتي لاندې ژوند تیروي او د دغه هیواد د پوځ د ناخوالو ښکار دي او هغوی ته ""د غرنیو ت� �کانو"" لقب ورکړل شوی، تر څو خپل قومي هویت له لاسه ورکړي. که څه هم په کردانو باندې دا ډول تر سره شوې زورزیاتې په تیره لسیزه کې د انقرې له خوا لږ شوې وې، خو دغو زورزیاتیو اوس یو ځل بیا شدد موندلي او له همدې امله سړی وویل شي، چې ترکیې خپله یو پر پنځمه ختیځه سیمه او د هغې اوسیدونکي تر خپل نیواک لاندې راوستي دي. همدارنگه که د سوریې او ایران کردانو ته دا حق او آزادې هم ورکړ شي، هغوی ټول به هم له آزاد كردستان سره ژر تر ژره خپل پیوستون اعلام کړي. خو د کردانو په دغو حقوقو باندې نه یوازې د نړۍ دیموکراتیکو دولتونو، بلکې نړیوالو کمیسیونونو د ساری په توگه د بشر د حقوقو کمیسیون او داسې نورو سترگې پټي کړي، خو زموږ خبري رسني له دې څخه په عادي او کم ارزښتو موضوگانو باندې تل تبصرې کړي او کوي. دلته د یادونې وړ بریښي: چې له ""دیاربکر"" نه نیولي تر ""تب� �یز"" پورې آزاد کردستان به د لویدیځ د گټو د ساتلو داسې یو هیواد وي، چې بیلگه به یې له بلغاریا څخه نیولې بیا تر جاپانه پورې نه وي. راتلونکې نقشه په سیمه کې د پولو په دا ډول رامنځته کولو سره به [توازنی رد و بدل] د عراق دری سني مذهبه ولایتونه ځانته یو دولت رامنځته کړی، چې کیدای شي هغه وروسته له سوریې سره د یوه تړون په ترڅ کې یو ځای شي. سوریه به خپل [لویدیځ] د مدیترانې سواحل یوه ستر لبنان ته بایلي، چې دا به د لرغونی فوننزیا Phoenencia د بیا رامنځته کیدو په مانا وي. د پخوانی عراق سوی� �ي سیمه، چې اکثریت اوسیدونکي یې شیعه مذهبه دي، داسې یو دولت رامنځته کړي، چې [زمکنې پشپړتیا به یې] د فارس د خلیج د دواړو خواوو په اږدو کې وي. اردن به خپله اوسنې سیمه په خپل واک کې ولري او د سعودي عربستان د سویلې سیمې یو برخه به هم دغه هیواد ته ورکړ شي. د یادونې وړ ده، چې د دې سیمې په دوو هیوادونو لکه سعودي عربستان او پاکستان کې به زیات جغرافیایي بدلون رامنځته شي.په اسلامي نړۍ کې د رکود ستر لامَل د سعودي عربستان د پاچاهي کورنۍ ادعا په مکې [معظمې] او مدینې[منورې] ده. د نړۍ یو زورواکی دولت د اسلام سپڅلي ځایونه، مکه او مدینه او خپل ولس د پولیسو په مرسته تر خپلې ولکې لاندې نیولي دي او دغه رژیم د هیواد د تیلو د خرڅلو له امله، ستر عاید ترلاسه کوي ـ او د دغو عایداتو په مرسته دوی وکولي شول، چې د خپل وهابیت سخته او تنک نظره گروهه د خپل هیواد له پولو بهر نورو سیمو کې هم خپره کړې. د حضرت محمد (ص) له وخته وروسته د تیلو په مرسته رامنځته شوی دولت او د هغه پر بنسټ ولاړ ځواک، که د عثماني امپراتورۍاو د مغولو وخت په پام کې و نه نیول شي، په ټولیزه توگه تر ټولو زیات اسلامي نړۍ او په ځانگړې توگه عربي هیوادونو ته زیان رسولی دی. په داسې حال کې، چې د نړۍ نور دینونه او خلک د اسلام د سپیڅلو ځایونو په اړه پریکړه نه شي کولی، څومره به ښه وي، که چیري د مکې او مدینې دغه واک د اس� �امي نړۍ ټاکل شوې شورا، چې د وخت په تیریدو او وار په وار سره بدلون ومومي، ترلاسه کړې ــ لکه د اسلامي نړۍ واتیکان ــ یو داسې ځای، په کوم کې چې د دې ستر دین په بیلا بیلو موضوگانو خبرې اترې تر سره شي، نه یوازې داچې وویل شي، داسې دې وشي. که چیرې رښتنې عدالت په پام کې ونیول شي، کوم چې کیدای شي زموږ د خوښې وړ نه وي، نو د دا ډول عدالت په پلي کیدو سره به د سعودي عربستان د ساحلي سیمو د تیلو زیرمې د شیعه عرب نوي رامنځته شوی هیواد ته ور په برخه شي، چې په دغو سیمو کې استوگن دي او د سعودي عربستان سویل ختیځه سیمه به یمن ته ورکړ شي. که چیرې داسې وشي، نو د سعود د کورنې له لاسه به اسلام او نړۍ ته لږ زیان ورسیږي.ایران یو داسې هیواد دی، چې کړکیچنې او لیونۍ پولې لري. دغه هیواد به خپله زیاته سیمه متحده آذربایجان، آزاد کردستان، عرب شعیه دولت او آزاد بلوچستان ته بایلي، خو له اوسني افغانستان څخه به د هرات سیمه تر لاسه کړی. یوه داسې سیمه، چې تاریخي او ژبني ورته والي له فارس سره ل� �ي. ایران به یو ځل بیا نه یوازې په خټه، بلکې د ژبنې له مخې سوچه فارس شي. دلته به تر ټولو ستره پوښتنه او مهمه مس� �له دا وي، چې ایا د عباس بندر د ایران حکومت ته ور پریښودل کیږي او که د شعیه نوي دولت ته ورکول کیږي. افغانستان، چې په لویدیځ کې کومه سیمه فارس ته بایلي، په ختیځ کې به د صوبه سرحد په بڼه، چې د پاکستان شمال � �ویدیځ سیمه ده، ترلاسه کړي او په دې توگه به د دواړو خواوو پښتانه ورونه سره یو ځای شي (د دې ټول ویش لامَل دا نه دی، چې موږ د نړۍ په نقشه کې د پولو بدلون غواړو، بلکې په دې سیمو کې استوگن خلک د دې غوښتونکي دي). پاکستان، چې یو غیر طبیعي [مصنوعی] دولت دی، له دې ویش ترمخه د بلوچستان ایالت آزاد بلوچستان ته بایلي. پاتي طبیعي پاکستان به د سند د سنید ختیځ ته پاتي او د کراچي ښار به یې لویدیځ ته پاتې شي. د متحده عرب امارتو برخلیک هم روښانه نه دی. کیدای شي، چې د هغه یو برخه عرب شعیه هیواد ته ورکړل شي (یو داسې دولت، چې له ایران سره سیالې او په سیمه کې سیمه ییز توازن رامنځته کړې). دا چې ټول سختدریځه تمدنونه دوه اړخیزه بڼه لري، نو ځکه د دوبی دولت ته د پاتې کیدو (بقا) حق ورکول کیږي، چې شتمن خلک په دې سیمه کې خپل هر اړخیزه کړه وړه تر سره کړی شي. کویت به په خپل اوسنېو پولو کې پاتې شي او عمان هم په همدې ډول.په هر صورت د سیمې د پولو دغه اټکلې بدلون د سیمه د ملی او دیني فکتورونو او یا د هغو دواړو منعکس کونکی دی. که چیری موږ داسې یو جادویی دیوار ولرو، چې دغه پولې سره وویشي، نو یقیناً موږ به دې ته ترجیح ورکړو. خو د اوسنیو پولو له کتنې ورورسته او د دې سیمو د پخوانیو پولو په څیړنې سره یوه خبره روښانه کیږي او هغه دا چې د شلمې پیړۍ په پیل کې فرانسوي او انگریزي سیمه ییزې غلطې پریکړې د دې پولو په اړوند څومره ناسمې وي او دې شوو پریکړو، چې له نولسمې پیړۍ څخه وروسته د یو بل په وړاندې [فرانسویان او انگلیسان] د شرمونکو جگړو د بریاوو او د هغو د ماتو پایلې وې، دې سیمې ته څومره زیان رسولی دی.د سیمو د پولو دا ډول جوړول [بدلون]، چې د سیمې د خلکو هیلي منعکسوې، ښایي اوسمهال څه نا څه نا شوني وي. خو د وخت په تیریدو او د نا اټکل شوو پیښو په رامنځته کیدو سره، چې د وینو تویدل به ورسره مل وي، طبیعي پولې جوړې شي. بین النهرین په څو څو ځله د نورو لاسه ورغلی دی، دا څه نوې خبره نه ده. اوسمهال زموږ په یونیفورم کې به نارینه او ښځینه د ترهکرۍ په وړاندې خپلې جگړې ته دوام و� �کړې، د ولسواکې د پراختیا او پرمختک له پاره به هاند و هڅه وکړې او همدارنگه په سیمه کې به د شته تیلو په زیرمو باندې واک ترلاسه کړي. له انقرې نه تر کراچی پورې په زور رامنځته شوی اوسنی انسانی ویش، فدرالیزم او په سیمه کې سیمه ییزو توپیرونو، مذهبي بنسټپالنې ته تر ټولو ښه چانس برابر او یو داسې کلتور یې رامنځته کړي، چې د سیمې اوسیدونکي یو پر بل تورونه لگوي او یو بل ته په سپکه سترگه گوري. دغه حالت ترهکرۍ ته ښه موقع په لاس ورکړې او په سیمه کې یې داسې شرایط رامنځته کړي، چې اوسیدونکي یې په خواښنۍ سره خپلو پولو ته گوري او په لوالتیا سره دښمنان � �ټوي.په نړۍ کې ترهکرۍ ورځ په ورځ مخ په زیاتیدو ده او باالمقابل د انرژۍ زیرمې مخ په محدودیدو دي. په دا ډول حا� �ت کې ښایي د منځني ختیځ وضعه په راتلونکې کې ښه نه، بلکې لا نوره هم خرابه شي، که سیمه په خپل اوسني حالت پاتې شي، نو دغه وضعه د ستر او له وحشت څخه ډک بدلون زیری ورکونکی دی، چې په کې ملت پالنه تل یو ځواکمن فکتور او اسلامي سختدریځې د ژوند نور مال حالت گرځیدلی دی، نو دا شوني بریښي، چې په دا ډول حالاتو کې متحده ایالتونه او د هغو ټ� �والې په راتلونکې کې هم له پر له پسي جگړو او کړکیچنو سره مخامخ شي. ښایي عراق په سیمه کې د هیلو او پرمختیا بی� �گه وگرځي، که چیری په عراق کې روان بدلون په بریالیتوب سره پای ورسیږي، خو په سیمه کې موجوده ټول نور مسایل د ورانکاری په لوری روان دي.که په راتلونکي وخت کې د منځني ختیځ په اوسنيو پولو کې د ژبې، خټیې او گروهې (عقیدې) پر بنسټ بیا کتنه تر سره نه شي، نو دا له احتمال څخه لری نه بریښي، چې په سیمه کې به نورې وینې، چې زموږ وینه به په کې هم شامله وي، توي شي. څوک ګټونکي دي؟ او څوک هم بایلونکي ؟ګټونکي دولتونه: افغانستان، عربی شعیه هیواد، ارمنستان، آذربایجان، آزاد بلوچستان، آزاد کردستان، ایران، سپیڅلی اسلامی دولت، اردن، لبنان او یم نبایلونکي دولتونه:افغانستان، ایران، عراق،اسراییل، کویت، پاکستان، قطر، سعودی عربستان، سوریه، ت� �کیه، متحده عربی امارات او د اردن د سیند لویدیځه غاړه . ",خونړۍ پولې ـــ د نوي او لا ښه منځني ختیځ څرنگوالی 4698,," ", 4699,," ", 4700,," ", 4701,," ", 4702,," ", 4703,," ", 4704,," ", 4705,," ", 4706,," ", 4707,,"   نن سهار دکندهار دهوایي ډگر په لار یو ځان وژونکی برید دناټو دځواکونو مخ ته شوی چې له ځان وژونکي پرته نور څوک پکې ندي ژوبل شوي. ",په کندهار کې ځان وژونکی برید شوی. 4708,,"   بینوا ویبپاڼې ته دولسمشر دم طبوعاتي دفتر له لورې په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ولسمشر کرزي نننی ځان وژونکی برید غندلی او داکار یې دهغه چا بللی چې نه غواړي افغانستان دسولې او ارامۍ کور شي. خبرپاڼه کې دځان وژونکي برید له امله دوژل شویو ملکي خلکو شمیر ٨ او په لسگونو دټپي کیدو یادونه شوې او دامریکایي سرتیرو ددوو دوژنې خبره یاده شوې. ",ولسمشر کرزي نننی ځان وژونکی برید غندلی. 4709,,"  بېنوا ویبپاڼې ته د سوله ساتو ځواکونو یا ایساف له لورې په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې نن سهار ٩:٣٦بجې د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ ختیځ لور ته په ١٥ کیلومترۍ کې د گنج اباد په سیمه کې د دغو ځواکونو په یوه کاروان بم وچاودېد چي له امله يې د فراه ولايت د پي آر ټي يا ولايتي بيا رغوني ۴ اېټالوي سرتيري ټپيان شول. ",په فراه کې چاودنې ٤ اېټالویان ټپیان کړل 4710,," د بلوچستان په ركهني ښارګوټي كي يوه درنه چاودنه سوې چي له امله يې پنځه تنه مړه او لږ تر لږه ۱۰ تنه ټپيان سوي دي.دا چاودنه د ركهني په بازار كي و ملكي روغتون ته نيژدې رامنځته سوې ده، د عيني شاهدانو په وينا چاودنه ډېره زوروره وه چي د قربانيانو د بدن غړي تر ليري ځايونو پراته وو.پوليس وايي بم روغتون ته نيژدې په يوه كثافت دانۍ كي ايښودل سوى وو، د � �كهني د پوليسو مشر وويل زخميان مختلفو روغتونونو ته وړل سوي دي چي ځيني كسان ډېره غازي خان ته ولېږل سوه.� �كهني د باركهان ښار يوه ولسوالي ده چي د بلوچستان له مركز كويټي څخه تقريباً ۳۰۰ كيلومتره ليري پروت دى، په ركهني او باركهان كي پخوا هم دا ډول پېښي رامنځته سوي دي. ",د بلوچستان په ركهني كي چاودني ۵ تنه مړه او۱۰ټپيان كړل 4711,,"     نن سهار پر شل باندي لس بجې د كابل ښار په زړه د روغتيا وزارت په څلور لاري كي ځانمرګى بريد تر سره شو. پېښه هغه وخت رامنځته شوه چي د ايت� �افي ځواكونو كاروان له سيمي څخه تېرېدئ او ځانمرګي خپل موټر د هغوى له كاروان سره وجنګاوه، يوه عيني شاهد بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي د دوو تنو امريكايانو مړي يې وليدل چي پر ځمكه پراته وو. د بېنوا خبريال سيمي ته د ليدلو په موخه ورغلئ و، خو د پوليسو له خوا يې ممانعت شوى وو، د نوموړي په وينا سيمه د پوليسو له خوا محاصره وه. خو ده وويل چي د لومړنيو راپورونو له مخي په پېښه كي ملكي كسانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، چي ده ځيني كسان روغتون ته د وړلو په حال كي ليدلي وو. د طالبانو وياند ډاكټر محمدحنيف د پېښي مسئوليت ومانه او بېنوا ويبپاڼي ته يې وويل بريد كوونكى شاولي نومېدئ او د امريكايانو دوه موټره يې ويجاړ كړي دي. د ائتلافي ځواکونو خبرپاڼه دپیښې په اړه لیکي چې په ځان وژونکي برید کې یې دوه سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي. خو د الجزېرې او نورو خبري اژانسونو د خبرونو له مخي په پېښه كي ۷ تنه مړه او ۹ كسه ټپيان شوي دي، په ځېنو نورو خبري رسنيو كي د � �۶ تنو د وژل كېدو او ۲۹ تنو د زخمي كېدو خبر وركړل شوى دى. ",په كابل ښار كي ځانمرګى بريد وشو 4712,,"  بېنوا ویبپاڼې ته د ایساف له لورې په � �اغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د میدوسا په نوم عملیاتو کې چې نن اوومه ورځ ده د کندهار د پنجوایي په ولسوالۍ كي � �وان دي، دغو ځواکونو شل طالبان وژلي دوی وایي له خپلو عملیاتو خوښ دي. خو بل لور ته گڼ شمېر راپورونه وایي چې تر ډېره بریده ملکي وگړي د عملیاتو قرباني شوي. د جګړې په بل اړخ كي طالب جنګيالي هم د آيساف ځواكونو دا ادعاوي نه مني، تېره اونۍ ناټو خبر وركړى و چي د خپلو عملياتو په دوهمه ورځ يې ۲۰۰ طالب جنګيالي وژلي دي خو د طالبانو پوځي قومندان ملا دادالله د آيساف دا ادعا په كلكه رد كړه، نوموړي د اسوشيټيډ پريس خبري اژانس سره په يوه مركه كي يوازي د لسو په شاوخوا كي د طالب جنګياليو وژل كېدل ومنل. ",ایساف: په پنجوایي کې ٢٠ یاغیان وژل شوي 4713, افغان ولس کلتوري ټولنi," دډاکټر حاجي محمد سلطانزي ځدراڼ د مړيني له امله ،دهغه ورور (( د افغان ولس کلتوري ټولني  ))  نژدې همکارښاغلي ډاکټر نظرمحمدسلطانزي او کورنۍ ته تسليت وايو .ډاکټر حاجي محمد سلطانزﺉ دي خدای وبخښي ، خپلوانو او دوستانو ته دي يې اجر  او د زړه صبر و� �کاندي . د ټولني مشرتابه جرګه ويانا ، استريا۸/۹/۲۰۰۶ ميلادي",د افغان ولس کلتوري ټولني ، دهمدردۍ پيغام 4714,د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه," د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې په نوښت د روان کال د سپټمبر پر شپاړسمه نېټه د جرمني د کولن ښار  څنګ ته، د هورت په ښارګوټي کې ، په خيبر کې د افغانانو د تاريخي بري د درې سوه پنځه دېرشمي کليزې په وياړ يو ه لويه جشني غونډه جوړېږي . دافغانستان دکلتوري ودي ټولني دنوموړي غونډي له پاره لاندني کتابونه چاپ کړي دي . ديادوني وړ ده چي په دغه غونډه کي  د افغانستان د نوميالي تاريخي شخصيت ايمل خان  مومند د تاريخي کارنام و په اړه يوه علمي برخه هم په پام کې نيول شوې ده . پورتني ټول کتابونه د غونډي په ورځ او تر هغه وروسته په جرمني کي دافغانستان د کلتوري ودي ټولني څ خه په پېښور کي له دانش کتاب پلورنځی ، اوکندهار کي له افغان کتاب پلورنځی څخه ترلاسه کېدلاﺉ شي . ",دافغانستان د کلتوري ودي ټولني ( نوي کتابونه) 4715,انجنير سيدعبدالقادر,"  انجنير سيدعبدالقاد� � دافغانستان د زوریدلې غیورملت د ولسې جرګی نماینده ګانو!  ترهرڅه دمخه باید ووایم چه وتاسو( دملت نماینده ګانو ) ته می ځکه دمحترم کلمه استعما ل نکړل چه زما دقلم نوک نسوای لیکلاې ځکه دتیرو څوشپو او ورځوهغه دردونکی حالت چه دابر قدرتې دناټوئ بی رحمی بمباردونو په نتیجه کی زموږ دپاک زوریدلی ملت دپنجوائ اوپاشمول دولسوالیو پراوسیدونکو راغلې اوپه سل هاؤکوچنیان ، ښځی ، اوزاړه په شهادت رسیدلی او دډیر و لاسونه اوپښې قطع سوې د دوا اوپوښتنې څوک نه لرې اود جهانی ابر قدر تې ددموکراسې اوتروریزم تر نامه لاندې په اورونو کې سوځې اوتاسودملت نماینده ګانو ؟ ؟ په غوږو نو کې پنبه ا یښې اوسترګی مو پر دی بشری جنا یا تو پټی کړی دې نوداسی مع� �ومیږی چه تاسو هم ددولت دنوروچارواکوپه څیر دپردو مادی او معنوې امتیازاتوته سترګې په لاره یاست . دملی دفاع وزارت خوپریږده چه پر دې بی رحمه بمباردونوبانديی دعدل او انصاف ټاپه ولګول ځکه دوی هم په دې بی رحمه بمبا� �دونواوعامه وژنه کې شریک دې اوداچي مادي اومعنوې امتیازونه اخلې اواوږې ئي دعسکرې شعاؤڅخه ډکې کړې دې ،ځکه په دی بمباردونو کی نه د دفاع دوزارت درهبرانو او نه ددولت د نورو لوړو چارواګومحترمی کورنې سوځې بلکه يوازي اويوازي ددی غریب ملت کوچنیان ، ښځې او زاړه ددې بشرې جنایاتوقربانی کیږې .  ای دافغان د تاریخې ملت نماینده ګانو ! ایاتاسودهغې بې وزلې معصومې ښځې چغې اونارې دبې بې سې راديو دلیارې واریدلې دي؟ چه په ١٤ دسنبلې يي ددي � �اديودلاري وکړې هغی ویل : ــ ــــ هره شپه او ورځ لکه چغالان په باغونواوکوڅوکې ځغلو اوځانونه پټوو ! دپټیدوځای نه لرو ! درې لوڼی اودوه لمسیان می شهیدان اوکورونه مو په کنډ واله تبدیل سول ! شهیدان او زخمیان پر میدان راته پر اته دې ! دکومک اودوا څوک نه لرو ! او.... او... نه پوهیږم چه دی ښځې چاته ژړل ،او چاته يي ویل اوچادابمبارۍ ورباندي کولي ؟ بل افغان بیا داسی ویل : ــ  ــــ یوه طیاره راغله اوکاغذونه يي وپا شل چه په ٢٤ ساعتو نو کی خپل کورونه پریږدی او والې هم شل دیر ش موټران راولیږ ل ، په هر مو ټر کی دو چنده خلګ ور وختل په داسی حال کی چه دلته په لکونوانسانان ژوند کوی .  نوکه والې په ر شتیا کومک کولاې نو بایدچي ډیر زیات بسونه ئي رالیږلې واې ولی دا کاردوی ونه کړ اودا مظلومان په محا صر ه کې پاته سول ، دادې دائتلاف ځواکونه بمباردونه کوی ، دولت ځان چپ نیولی دی اوزموږ ږغ نه اورۍ ، نوڅه سول هغه دبشر دحقوقو جهانې مدافعین ! ولې يي ځا نونه پټ کړی دې ؟ ولی ئي خاموشی اختیار کړې ده ؟ رادې سی زموږ حالات او زمو ږ شهیدان او زخمیان دی له نیږ دۍ څخه وګورې ! نه د درملنې څوک سته ! اونه دډوډی دورکولو !  اونورۍ خبری دراډیو دلاری څخه قطعه سولې ٠ ډیر دتعجب ځای خودادی چه دطالبانو په حاکمیت کی ددی غیور ملت خلګو دخپلی ږیر ی اختیار نه درلودلې او اوس دخپل کور او وطن اختیار نه لری د پر دو په قومانده ئي کورنې له منځه ځې کورونه ئي خراپیږی ، اووطن ئي ویرانیږی ولی افغان ملت بې اختیار ه لاس تړ لې ورته ګوری ځکه دجهانی ټولنې کومک همداسی وی ، پر لبنان باندی دتیری میا شتې داسرائلودوح� �یانه تیری را پور تاژونه دجهانی ژورنالستانو له خوا هره ورځ د ټلویزیون پر صفحووجهانیانوته ښکاره کیدل ځکه دلینان دولت اجازه ورکړی وه چه په نتیجه کی جهانی زور امریکا مجبوره کړ چه داور بند سره موا فقه وکړی ولی بر عکس په افغا نستان کی جهانی ژورنا لستان حق نلرې چه دجنګ ومیدانونوتهورسي اونځور ونه يي جهانیانو ته بیان کړی او ټولی پیښی په واقعې بڼه وجهانیانو ته په جلا جلا ډول وښيي، نو لکه په اونګ کی چه هر شی میده کیږی د دباندی څ خه نه معلومیږی، نوڅه سول هغه افغانی غیور ژورنالستان او څه سولې هغه ملې ورځپاړی چه دعدالت او انصاف چغې به ئي وهلې ولې نن يي خاموشی اختیار کړی ده ، ددی غریب ملت دشهیدانو ،زخمیانو،او ورانوکورونوحال څوک بیان کړی ؟ جواب راکړی ! که نه نو قلمونه مو دګوتوڅخه لیرې کړی او دکاغذونو سپینې پا ڼې مو وسوځې ٠ اې دملت نماینده ګانو !! اېا تا سو نه سې کولاې چي ژرتر ژره دجنګ ميدان ته خپل هیئت ولیږې ؟ دزخمیانو درملنه وکړې ؟ اودزرهاؤ بی کورو خلګو دسر پناۀ په هکله ژرترژره پریکړه وکړی ؟ اودپاکو شهیدانو قا تلانوته دجزا پیشنهادونه ودولت اوجهانیانوته ورکړی او په افغا نی جرئت اولوړ تفکر سره وداسی ناورینونوته دپاې ټکې کښیږدې ؟ او هم پر دولت زور واچوې چه دپا کستان ددولت سره په قاطیعیت سره خبری وکړی چه افغانستان ته دترورستانو او وران کارو مخه ونیسی ؟؟؟؟؟٠  ", دناټو ځواکونو دکندهار تاريخي ولايت بياولړزاوه 4716, جنرال دولت وزيری,"    جنرال  دولت وزيری د پوځي علومو ماستر  داسی ګنګوسي تر غوږو کيږي،ليکني او وړاندوېني تر سترګو کيږي چې ګواکی سيمه ايزې او نړيوالې يو شمير کړۍ غواړی په افغانستان کې د سولي او امنيت راوستني په بهانه د لرو برو افغانانو په سينه د ديو� �ند تش په نامه کرښه په اغزن سيم او نورو پوځي تدبيرونو وپوښې٠ زما په اند لکه چې د ديورند د کرښې په نښه کيدل يوه سيمه ايزه تاريخي غلطی وه، د هغي لا برجسته کول او په پوځي وسايلو د هغي سمبالول په سيمه کې د ډيري ستری ګ� �وډۍ او پاۍ نه لرونکی تاوتريخوالي په لور د ګام پورته کولو مانا لری٠ لکه څرنګه چې لرو برو افغانانو دا توره او کرغيړنه کرښه هيڅ کله نده منلي، افغان مشر تابه هم په تاريخي بيلابيلو شيبو کې د ټپل شوي کرښي د منلو څخه د خپل سهم او امکان تر پولي ځان ژغورلی٠ ښايې دا ډول معياري اسناد چې ددي توري کرښی د منلو تمه دي پکي شوي وې -څوک يا کومه مرجع په لاس کې ونه لری٠ د افغانستان د اسلامی جمهوريت- جمهور يس ښاغلي کرزی او د بهرنيو چارو استازو په واروار او ډير په څرګند ډول داسی شيطانې نيتونو ته ګوته نيولی او هغي په کلکه رد کړي او غندلي دي٠ په سيمه کې ملی - ديموکرات او وطن پالونکو سياسي نهادونو، غورځنګونو او د هغوي لارښوونکو تل د ديورند د کرښي بي بنسټ والی ياد کړی او هغي ته يي په کرکه کتلی٠  په سپين سترګۍ بهرنۍ لاسوهني، د دری لسيزو په وږدو کې ادامه ل� �ونکی کورنۍ جګړی او يو لړ نور عواملو -افغانستان ته کمزوری دولتي اداره او لږ ځواکمن وسله وال پوځ په ميراث پريښي ، لدی امله زموږ ځيني ګاونډيان په ځانګړي توګه پاکستان د ګران هيواد سلامتۍ ته په خيرنو سترګو ګوري او خپلو تالي څټو په لمسون وضعه سخته وی او د لر او برو افغانانو په سينه د اغزنو سيمونو د غزولو تابيا کوی او زما په اند د کورنۍ جګړي د ټپونو څخه را جوړيدونکی او را پورته کيدونکی تاريخي افغانستان په تپانده زړه چاړه منډی . غواړم په افغانستان کې د ننه او د نړۍ والی ټولني استازو، ايساف قوتونو او د نړ ۍ دموکراسي او خپلواکي پ� �وه کړيو ته مشوره وړاندي کړم - خدای مه کړه که په ريښتيا يويشتمه پيړۍ کې د پخوا په څير د لرو او برو افغانانو د بيلولو پلانونه تر لاس لاندي ونيول شي او د اغزنو ديوالونو جوړول پيل شی- د نړۍ هيڅ هيواد او د هغوي ولس به بيا د نړۍوالی ټولني د استازو او د ايساف په څير ځواکونو د ماموريت په بی پريتوب باور ونکړي او دا ډول چلند به سيمه ايزه او نړۍ واله ستره شخړه رامنځ ته کړی چې ښايې د افغانانو په څنګ کې به د هغوي بد غوښتونکي هم د خپلو شومو نيتونو د عواقبو مسوليت په غاړه ولري٠ همدا ډول د ګوتو په شمار ځينو افغان عناصرو ته چې د قومي تعصب پر بټۍ ناست دی سپارښتنه وکړم چې هغوی بايد د خپل ناپيژندل شوي ګاونډي د خوشحالولو لپاره د خپل بابا توره چاته په سوغات کې ورنکړی او خپل ابايی کور وران نکړی٠  زه د هر هيوادپالوونکي افغان که لر دی او که بر، وجدان ته وړانديز کوم چې هر څومره وسايل په لاس کې لري د داسی پلانونو د شنډولو په لاره کې دی د هغي څخه ګټه پورته کړی٠ ",لر اوبر افغانان داغزنوسيمونو په غزولونه بيليږي! 4717,محمدالله تبسم," د زړګي كور ته مي سر شاره راغلي په مستي راغلي او خماره راغ� �ي لكه چي خپل كلي دي وران خوښيږي چي زما كلي ته اغياره راغلي  ارمان به وكړي ګرانه نه به يم ه كه پس له مرګه تر مزاره راغلي زه نور وتم در پسي خپله تلمه ښه شوه چي ته د خيره ياره راغ� �ي دلته ايمان خلك په پيسو خرڅوي  عجيبه ښه يي ايمان داره راغلي د غم كوترو درنه تيښته وكړه لكه د بازي په قلاره راغلي په تبسم دي احسان واړولو لكه مرهم يي تر پرهاره راغ� �ي ",ياره راغلي 4718,صابر اصیلزی," هيلې چه ويښې مې شوې هيلې سروغرموځان سره يوړې تنکۍ رمې دورومې يوڅو غلوځان سره يوړې ماوېل ګل دی دګلاب داغزوئې خبرنه وم دنرموګوتووينې مې لېشوځان سره يوړې � �بنم دارمان اوښکې په ګل پاڼوڅاڅکي څاڅکي دشپونه راوتلې سهروځان سره يوړې په مخکې چه پرتې هم يو څه � �ارې دژوندون دي شېبې که مې ارام وې اندېښنوځان سره يوړې شپېلۍ مې دشپونکي په لاسکې ګنګه که کڼه � �وه فادې ئې غرڅنۍ شوې توروغروځان سره يوړې پېيلي وودمينې ملغلرونه هارونه دانه دانه شليدلوامي� �وځان سره يوړې جنون به داحساس مې داوميدترکلي ورشي رقيب هم لکه خاورې په سروځان سره يوړې پخه چه اېراده وي هرمنزل ته ،اصلزيه، ذولئ دګلوډکې حوسېلوځان سره يوړې ٢٠٠٦،٩،٢ ",هيلې 4719,," ايوب احمدزى له القاعده شبكې سره د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسين د رسمي اړيكو هيڅ نښه نسته، دا د هغه راپور پايله ده چي د امريكا د متحده ايالاتو سنا مجلس خپور كړى دى.د جمعې په ورځ د سنا مجلس د پوهاوي كمېټې د سي آى آې شبكې د ۲۰۰۵ م كال يو راپور خپور كړ چي د صدام حسين او القاعده غورځنګ تر منځ اړيكي يې � �دولې.د متحده ايالاتو ولسمشر بوش ويلي وه چي د عراق تر جګړې مخكي په دغه هيواد كي د ابو مصعب الزرقاوي شتون له القاعده سره د صدام د اړيكو يوه نښه ده.په سنا مجلس كي د دولت مخالف ديموكرات نماينده ګان وايي د دې � �اپور له مخي د ولسمشر بوش لپاره پر عراق د يرغل كولو جواز كمزورى كېږي.په واشنګټن كي د بي بي سي د يوه خب� �يال په وينا د امريكا ولسمشر په وار _وار هڅه كړې پر عراق يرغل ته چي ډېرى امريكايان يې تېروتنه ګڼي له تروريزم سره د مبارزې رنګ وركړي.د سنا مجلس دا راپور په داسي وخت كي خپرېږي چي ولسمشر بوش د سپټمبر د ۱۱ مي د پنځمي ك� �يزي په اړه خبري كوي. ",صدام حسين له القاعده سره اړيكي نه درلودې 4720,"سهارګل - کابل"," سهارګل - کابلنن شنبې د وږي ميا� �تې اتلسمه نيټه ده. پنځه کاله وړاندې په همدې ورځ دوه تنو عربو ترهګرو په يوې ځان وژونکې چاودنه کې د شمالي ټلوالې يو تن وتلی قوماندان احمد شاه مسعود ترور کړ. مسعود د افغانستان په معاصر تاريخ کې يوه نه هېرېدونکې څېره ده ځکه اوسنۍ پېښې که وڅېړو نو خامخا مخ به مو د نوموړي په لور واوړي. که څه هم په کورنيو جګړو او نښتو کې مسعود يو پياوړی چريکي قوماندان پېژندل شوی او له دې څخه به انکار هم د تعصب له چينې څخه اوبه وخوري خو راځئ چې وګورو ايا د مسعود دغه استعداد په ښه لاره کې په کار لوېدلی او که د هېواد په زيان تمام شوی دی؟ مسعود په سر کې د اخوان الم سلمين ډلې يو فعال غړی و چې د خدای بخښلي داؤد خان د واکمنۍ پر مهال يې پاکستان ته پناه يووړه او وروسته له هغه چې د پاکستان د استخباراتي سازمان ګوډاګی وګرځېد، پنجشېر ته په راستنېدو سره يې د لومړي ځل لپاره خپل هېواد ته د خيانت مټې راونغښتې. د ثور له انقلابه وروسته، مسعود د جهاد په نامه د پنجشير او شاوخوا سيمو قوماندانان پر ځان راټول کړل او د پنجشير له ستراتيژيک موقعيت څخه په ګټې اخيستنې سره يې يو څو ځله پر روسي ځواکونو لنډمهاله ف� �ار راووست. روسانو دا وسنجوله چې ايا د پنجشير بشپړه نيونه او د مسعود ورکونه دوی ته دومره ارزښت لري چې خپل ځواکونه په خطر کې واچوي که نه؟ پر دې مهال په افغانستان کې دروسانو پر ضد د جګړې اور زياتره په سهيلي سيمو کې بل ؤ او روسانو ته هم دپنجشير په پرتله هغه خطرناکه بريښېدۀ نو ځکه يې له مسعود سره تړونونه لاسليک کړل او مسعود � �وسي کتارونو ته په اجازې ورکولو سره له خپلو جهادي وروڼو سره چې د هېواد په نورو برخو کې يې جګړه کوله، هم د خيانت تکل وکړ. هغه مهال چې د ډاکټر نجيب الله واکمني مخ پر ختمېدو وه او د وخت ولسمشر د بينن سېوان په مشري د م� �ګرو ملتونو د پلاوي پريکړې ته غاړه ايښې وه، نو د افغانانو په زړونو کې ديوې ښې راتلونکې هيلې ځلا وکړه. دا هغه پ� �ان و چې له کابو لسو کلونو جګړې او کور وراني وروسته په لږ توپير پلی شو. په همدې وخت کې دی چې مسعود زموږ په تا� �يخ کې د يو داسې کس څېره ځان ته غوره کوي چې هېرول يې ناشوني دي. مسعود د ملګرو ملتونو د پلان په شنډولو او له م تعصبو پرچمي جنرالانو سره په يولاس کېدو سره پر پلازمينې ولکه ولګوله او دې کار هغه اورونه د افغانانو پر مينې بل کړل چې کلونه کلونه يې د خلکو له سترګو اوښکې وبهولې. پر دې مهال د مسعود، ګلبدين، سياف، مزاري، دوستم او نورو جګړه مارانو کاذب شهرت هم ورو ورو په ورکېدو شو چې د هېواد په يوه ګوښه کې د طالبانو په نامه يوه ډله پېدا شوه. د جګړې او لوټونې څخه ستړي خلکو دې ډلې ته سترګې ښې کړې خو دا خوب يې هم په اوبو لاهو شو. طالبانو هغه کارونه وکړل چې له امله يې بيرته د ځينو جګړه مارانو کاذب شهرت يو څه رنګ پيدا کړ. په دې منځ کې يواځيني کس چې وې کړای شول له اخوانيت څخه يو ډيموکرات شخصيت ته په بدلېدو سره(البته دا هم په کاذب ډول) د يو شمېر نيمه روڼ اندو پام ځان ته ورواړوي نو هغه مسعود و. له بله پلوه د نوموړي ترور هم په داسې يو وخت او داسې يو ډول ترسره شو چې د ځينو خواخوږي يې راوپاروله. دغه مهال و چې له ځينو کسانو څخه د مسعود پخوانۍ کړنې ورو ورو له ياده ووتې او ان يو شمېر روڼ اندو يې هم په ستاينه کې پاڼې تورې کړې. اوس چې د افغانستان د دولت ټوله هډانه پر مصلحتي کړو وړو ولاړه ده، بيا هم ستاينه له مسعود څخه ده او ان د دولت يو شمېر غړي چې په اصطلاح په نس کې هم ورسره نه دي جوړ، هغه ته د ملي اتل خطاب کوي. خو دا به تر کومه وي؟ تر کومه به د ولس پر سترګو خاورې وشيندل شي؟ تر کومه به له خپلو چارواکو څخه په سپينه ورځ تور درواغ واورو؟ نن د کابل په واټونو کې مسعوديانو تياره هاشورا جوړه کړې، د شيه ګانو د مذهبي و� �ځې په څېر يې د موټرونو کتارونه جوړ کړي چې په تورو بېرغو سره د ښار پر واټونو ګرځي. که همداسې دوام ولري نو زه ي� �ين لرم چې څو کاله وروسته به مسعود يو مذهبي پېشوا وبلل شي. ايا د تاريخ تحريف تر دې حده؟ هغه شعارونه چې په ښار کې ليکل شوي، واقعا د خندا وړ دي. "" مسعود دیموکراسی اسلامی میخواست، مسعود به زنان احترام داشت، مسعود ..........."" د خدای لپاره دا څه ډول انسان و چې له مرګ څخه يې څو کاله تېر شول خو تر اوسه يې په دې ښېګڼو نه يو پوه شوي؟ زه خو يې د ښېګڼو په پېژندو کې پاته راغلی يم، له تاسو څخه مرسته غواړم، ايا داسې څوک شته چې پر ما مهرباني وکړي او پوه مې کړي چې مسعود په کومو دلايلو واقعا يو اتل و؟   ",مسعود، د معاصر تاريخ نه هېرېدونکې څېره 4721,,"   نن افغان ولسمشر حامد کرزي په غازي لوبغالي کې د شمالي ټلوالې د قومندان د وژنې د پنځم تلين په ياد غونډه کې وویل چې د افغانستان امنیت له گواښ سره مخ دی او هره ورځ د هیواد په سویلي ولایتونو کې د نا امنیو راپورونه لولو لا هم د هیواد بچي د وطن د خپلواک ساتلو لپاره شهیدانېږي، ولسمشر وویل دا هيواد شهیدانو ساتلی او د دوی د وینو یاد به تل د ملت په زړونو کې ژوندی وي. ",كرزى: اوس هم د هیواد د خپلواک ساتلو لپاره شهیدان ورکوو 4722,,"   بېنوا ویبپاڼې ته د ایساف له لورې په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې له تیرې ورځې راهیسې يې د میدوسا عملیاتو په ترڅ کې د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې ٤٠ طالبان وژلي دي، دوی وایي د طالبانو په دریو مرکزونو یې برید کړی. خبرپاڼه  دا هم لیکي چې د عملیاتو په مهال یو سرتیری هم وژل شوی دى، د کاناډایي قومندان ډیویډ فارسر له خولې لیکل شوي دي چې عمليات هره ورځ سم پر مخ درومي. خو بل لور ته طالب جنګيالي د ناټو ادعاوې نه مني او د خپلو طالبانو د وژل کېدو خبرونه ناسم بولي. د ناټو د ځواکونو له لورې خبریالانو ته پنجوایي ته د ورننوتلو اجازه نه ورکو� �ه کیږي د بېنوا خبریال له دغو ځواکونو وغوښتل چي سیمې ته د کره معلوماتو د ترلاسه كولو لپاره اجازه وركړي، خو ناټو چارواكي يې په ځواب كي غلي شول. بېنوا ویبپاڼې ته د سیمې خلکو ویلي چې د عملیاتو زور له ملکي وگړو وزي طالبان په عملیاتو کې د وژل کېدو نښه نه گرځي. ",په پنجوايي كي د آيساف يو او د طالبانو ۴۰ سرتيري مړه دي 4723,," د جمعیت گوند مشر برهان الدین رباني نن د مسعود د پنځم تلین په يادغونډه کې وویل چې نړیوالو دوه ځله د افغانستان په اړه تیروتني كړي، لومړى د م جاهدینو تر بري وروسته چې په خپلو کې د کورنیو جگړو ښکار شول، نړیوالې ټولنې بې پروایي وښودله، م جاهدین یې هېر کړل پایله یې د طالبانو راتگ شو. بل د بن له پریکړې وروسته د مجاهدینو هېرول، دوى ته واک نه و� �کول، د جنگسالارانو په نوم یادول، چې دا هم د دوی په تاوان ده. رباني وویل مجاهدین پوره استعدادونه لري او د کار په کولو ښه پوهېږي بایدبیا په حکومت کې ورگډشي، د رباني د خبرو کولو په مهال ولسمشر کرزي هم د نوم وړي خبرو ته د تائيد په دود سرخوځاوه. دغه راز د شمالي ټلوالې بل مشر قسیم فهیم هم په خپلو خبرو کې دولت ته اشاره وکړه چې طالبان ورځ په ورځ پرمختیا کوي او زور یې وخت په وخت زیاتېږي فهیم وویل باید له م جاهدینو کار واخیستل شي او په واک کې ورگډ کړل شي چي د طالبانو مخ ونیول شي. ",رباني: دولت باید مجاهدین په واک کې گډ کړي 4724,"ډاکټر � �بیح الله (حسن)"," زورمې دظالم تاراج ته نه رسيوس مې دمظلوم علاج ته نه رسيزما د تخیل  وزر نازک دي لاستا چې دښا یست معراج ته نه رسيسپړم لا دځان د حقیقت  غوټې سوچ مې دطبیعت مزاج ته نه رسيلوټ کړو زورورو دازل کاروانبرخه ئې چې اوس محتاج ته نه رسيلوړ دار ته (حسنه) رسیدلی شيجګ سر د� �ته تخت وتاج ته نه رسي ډاکټر ذبیح الله (حسن)- لندن ٢٠٠٦/٩/٨ ",دتخیل وزر 4725,,"   په کنړ کي د بېنوا ويبپاڼي خبريال وايي چې نن دماڼوگۍ په ولسوالۍ کې دطالبانو او ائتلافي ځواکونو ترمنځ سخته جگړه شوې عیني � �اهدانو ویلي دامریکایي ځواکونو ټانگونه یې په سیمه کې ویجاړ لیدلي. طالب ویاند ډاکټر حنیف ویلي چې دنن په نښته کې دوه امریکایي سرتیري وژل شوي او دغه راز ددوو طالب جنگیالیو دوژل کیدو خبره یې هم کړې.  ",په کنړکي سختي جګړې دواړو خواوته مرګ ژوبله اړولې 4726,,"   د بریطانیا له لومړي وزیر ټوني بلیر سره په گډ خبرې کنفرانس کې د اسرائیلو لومړي وزیر یهود اولمرت وویل چې په نیږدې راتلونکې کې به د فلسطین له ولسمشر محمود عباس سره د سولې خبرې اترې پیل کړي نوموړي دغه راز وویل تمه لري چې محمود عباس به په غزه کې د حماس له لورې د یرغمل شوي اسرائیلي سرتیري د خوشې کېدو په اړه مرسته ورسره وکړي.  ", اولمرت: له محمود عباس سره د سولې خبرې کوم 4727,"پوهنمل محمود نظری","  پوهنمل محمود نظري - لندن   د طب بنسټ اېښودونکي یوناني اسکولاپیوس چي لکړه یې په لاس کي ده او مار پر پیچل شوی دی د نن ورځي د طب سمبول ګڼل کیږ ی. البته  اوس د مار او لکړی د دوو ځانګړو نښوو(سمبولونو) نه کار اخېستل کیږي چي یو یې مار د اسکولاپیوس په لکړه پیچل شوی دی چي اسکولاپي نومیږي او بل یې دوه ماره دهرمس په � �کړی (کادوسیوس) پیچلی شوی دی چي یو جوړه وزرونه هم لري چي دا بیا کادوسیوس هرمس نومیږي . کوم یو یې دطب  اصلي سمبول دی ؟   اسکو� �اپیوس او د هغه طبی نښې: اسکولاپیوس د طب بنسټ اېښودونکی ایښوونکی بلل کیږي او د ژوند  پېچلی تاریخ لري هغه د آپولو د یوه الهه ( کورونیس)  زوی وو که څه هم چي آپولوخپله پر کورنیس عاشق واو هغه یې اومیدواره کړې هم وه خو کورنیس په بل چاعاشقه وه او غوښتل یې د هغه سره واده وکړي، نو د آپولوخور آرتمیس هغه ووژله او هغه ماشوم چي د هغې په نس کي و د عمل په واسطه ژوندی را ویست او د هغه نوم یې اسکولاپیوس کېښود بیا آپولو هغه یو قنطورس چي چی� �ون نومیده  ته ورکړ چي هغه ته د شفا هنر ورزده کړی . Asculapius, the Roman god of healing   اسکولاپیوس په جراحي اود طبي بوټو( نباتاتو) په استعمال کي دومره ماهر شو چي مړي یې را ژوندي کول نو د م ړو  فرمانروا (هاوس) د ده دې کارو نه په غوسه شو او زیوس ته یې شکایت وکړ او زیوس هغه د تندرپه برېښنا سره مړ کړ. اسکولاپیوس درې لوڼي درلودې چي مدیترنا، هایجنا او پاناسیا نومېدی چي هر یوه یې  بیاپه ترتیب سره د طب، سلامتیااو شفا سمبولونه شول . د ۵۰۰- ۱۲۰۰ د میلاد نه مخکي اسکولاپیوس د یونانی- رومي طب د پام ور اصلی قانون و  خلکو د هغه پرستش کاوه او همداسې د هومر په لیکونو کي اسکولاپیوس  تل ژوندی طبیب بلل شوی دی چي په جګړو کي یې شفا بخښونکی کارونه تر سره کړی دی. د طب پلار( بقراط) ادعا کوي د اسکلاپیوس له پښته دی.   مار او لکړه په  طب څه اړه  لري؟ د یو مشهوریوناني داستان په اساس هغه وخت چي اسکولاپیوس یو ناروغ چي ګلایوکس نومیده معاینه کوي یو مار یې کوټې ته ور ننوت اسکلاپیوس په خپله لکړه  هغه مار مړ کړ، په دې وخت کي یو بل مار کوټې ته � �ا ورننوت چي په خوله کي  یې یو ډول واښه نیو� �ي وه هغه یې د مړه مار په خوله کي ورکړه او هغه مړ مار ژوندی شو اسکولاپیوس د هغه و� �وسته د هغو واښو نه د خلکو په ژوندی کیدو کي کار اخیست .   کادوسیوس هرمس:  د یوناني نکل په اساس هرمس  د مایا او زیوس زوی و د یو داستان په اساس هرمس خپله لکړه د دوو مارانو چي په جګړه اخته وه ونیوله اود هغو جګړه یې ودرول او دواړو مارانو ځانونه پر لکړه وپیچل چي تر اوسه ځیني په غلطی سره د دې سمبول نه کار اخلي. هرمس د تجارت او ثروت سمبول دی چي په غلطی سره  د طب په سمبول مشهور شوی دی  هغه یو چالباز سړی او د غلو ملاتړ هم وو.  د یو بل نکل په اساس کله چي ارتمیس د آپولو خورکورونیس مړه کړه هرمس اسکولوپیوس د عمل په واسطه  له هغې له نسه را ویست او داسي ویل کیږي چي هرمس د اسکولوپیوس ماما و.     د طب حقیقی نښه کومه ده ؟ داسي مالومیږي چي باید اسکولاپیوس د طبابت سمبول وي ولي بیا هم ډېر ځایونه د هرمس د نښو نه استفاده کیږی . په � �۹ پیړۍ کي یوامریکایي ډاکټر خپل سمبول  دهرمس نښه وټاکل هغه ویل چي هرمس یو تاجر او پیامبر وو. او په ۱۹۰۲ کي  دامریکا پوځ د هرمس نښې  خپرې کړې چي بیایې ډیر ژرپه خلکو کي رواج وموند. داسکولاپیوس لکړه د استحکام او قدرت نښه ده او د ډاکټرانو په ښو اخلاق هم دلالت کوی او مار بیا د ژوند بښلو نښه ده چي زوړ پوست غورځوي او نوی پوست چي ددوباره ژوند اوځوانۍنښه ده راوړي . تر اوسه په ډیرو هیوادو کي نوي ډاکټران دبقراط قسم اخلي او وایي: «زه د آپولو په طب او اسکو� �اپیوس ، هايجيا و پاناسیا اوپه ټولو الهېو قسم اخلم او هغوی � �اهدان نیسم... »   ",ولي په لکړه پیچلی مار د طب نښه ده؟ 4728,محمدمعصوم هوتک," دکتاب نوم :         احمدشاهي کندهار موضوع :            دکندهار پېژندنه او جغرافيايي موقعيت ليکوال :             محمدمعصوم هوتک دچاپ کال :         ۱۳۸۳ ل کال – ۲۰۰۴ م کال دچاپ شمېر :      زر ټوکه خپروونکی :        رشاد خپرندويه ټولنه - کندهار دخپرونو لړ:         ( ۱ ) دچاپ ځای :        کندهار - افغانستان اوډنه /ډيزاين:    مطيع الله روهيال چاپچاري :           صحاف خپرندويه موسسه - کويټه د يوه ټوک بيه:    پاکستان ۶۰ روپۍ ، افغانستان ۵۰ ﷼ بهرني هيوادونه ۱۰ ډالره . نارنج خپرندويه ټولنه کندهار Afghan_saq@hotmail.com  Narenj_saq@yahoo.com   009370303251 – 0093799166661 کندهار : افغان کتاب او قرطاسيه پلو� �نځی ارګ بازار کندهار   ",احمدشاهي کندهار 4729,محمدمعصوم هوتک," دکتاب نوم :        درنه کورنۍ موضوع :            دعلامه حبو اخندزاده مشور په (فاضل کندها� �ي) کورنۍ ليکوال :             محمدمعصوم هوتک دليکلو نېټه :      � �سمبر ۲۰۰۰  م   ( ټورنټو کاناډا) دچاپ کال :         ۱۳۸۲ ل کال – ۲۰۰۳ م کال دچاپ شمېر :      زر ټوکه خپروونکی :        دعلامه حبيبي دڅېړنو م� �کز دچاپ ځای :        کندهار - افغانستان اوډنه /ډيزاين:    سعيد لودين کمپيوټرچاري :    دعلامه حبيبي  د څېړنو مرکز د يوه ټوک بيه:      پاکستان ۶۰ روپۍ ، افغانستان ۵۰ ﷼ بهرني هيوادونه ۱۰ ډالره . نارنج خپ� �ندويه ټولنه کندهار Afghan_saq@hotmail.com  Narenj_saq@yahoo.com   009370303251 – 0093799166661 کندهار : افغان کتاب او قرطاسيه پ� �ورنځی ارګ بازار کندها� �   ",درنه کورنۍ 4730,محمدمعصوم هوتک M.M. Hotak," دکتاب نوم :         شين سترګي مستخدمين   (په افغانستان کي ) (‌Blueeyed Employees (in Afghanistan موضوع :             تاريخي اثر ليکوال :              محمدمعصوم هوتک دليکلو کال :       ۱۳۸۲ ل – ۲۰۰۳ م    ټورنټو دچاپ کال :         ۱۳۸۵ ل – ۲۰۰۵ م دچاپ شمېر :       زر ټوکه خپروونکی :        صحاف نشراتي موسسه - کويټه دچاپ ځای :        سهيلي پښتونخوا کويټه اوډنه /ډيزاين:     صحاف خپرنيزه ټولنه - کويټه د پښتۍ انځور:   عزيز الله توخی د يوه ټوک بيه :  پاکستان ۶۰ روپۍ ، افغانستان ۵۰ ﷼ بهرني هيوادونه  ۱۰   ډالره .  نارنج خپرندويه ټولنه کندهار Afghan_saq@hotmail.com  Narenj_saq@yahoo.com   009370303251 – 0093799166661 کندهار : افغان کتاب او قرطاسيه پلورنځی ارګ بازار کندهار ‌Blueeyed Employees in Afghanistan     ",شين سترګي مستخدمين ( په افغانستان کي ) 4731,محمدمعصوم هوتک," که دي زړه غواړي خندا د ګ� �بدنو                  رڼوه لکه � �بنم شپه په ژړا کي       (( حميد ))",روڼي شپې 4732,پوهاند عبدالحی حبيبي," دکتاب نوم :        نومورکي مؤرخين موضوع :           دورک نومو تاريخ ليکونکو لنډ ژوند� �يکونه ليکوال :            پوهاند عبدالحی حبيبي دچاپ کال :         لمړﺉ چاپ ۱۳۸۹ل کابل دوهم  چاپ         ۱۳۸۳ ل کال – ۲۰۰۴ م کال دچاپ شمېر :      پنځه سوه ټوکه خپروونکی :        دلوی احمدشابابا علمي او کلتوري م� �کز دچاپ ځای :        سهيلي پښتونخوا کويټه اوډنه /ډيزاين:     رشادکمپيوټر اداره کمپيوټرچاري :    صحاف نشراتي موسسه   د يوه ټوک بيه :    پاکستان ۶۰ روپۍ ، افغانستان ۵۰ ﷼ بهرني هيوادونه ۱۰ ډالره . نارنج خپرندويه ټو� �نه کندهار Afghan_saq@hotmail.com  Narenj_saq@yahoo.com   009370303251 – 0093799166661 کندهار : افغان کتاب او قرطاسيه پلو� �نځی ارګ بازار کندهار   ",نومورکي مؤرخين 4733,," په افغانستان كي د ناټو پوځي مشر ډګر جنرال � �يويډ ريچارډز د بي بي سي راډيو له پښتو څانګي سره په يوه مركه كي ويلي چي دى دا نه مني چي طالبان پياوړي شوي دي.دا په داسي حال كي ده چي د ناټو غړي هيوادونه په وارسا كي افغانستان ته د نورو سرتيرو پر لېږلو سلا مشورې كوي، خو جنرال ډيويډ ريچارډز ادعا كوي چي طالبان مات شوي دي.دى وايي:((زه اصلاً دا خبره نه منم چي موږ له ستونزو سره مخ يو، موږ د خپل ماموريت په پيل كي يو چي شپږ اونۍ وړاندي مو پيل كړى دى، زه د ښو سرتيرو په څېر پر � �نډ مهالو ستونزو نه زړه ماتى كېږم، موږ امنيت ټينګوو.))نوموړى په دې اند دى چي افغانستان ته د نورو سرتيرو � �اتګ به پر طالبانو د حملې لپار دوى ته نوره موقع هم برابره كړي.دى كه څه هم له طالبانو سره د هري نښتي پايله په خپله ګټه ګڼي، خو چي له ده څخه پوښتنه شوې چي طالبان لا ولي دومره فعال دي، نوموړي يې علت دا وښود چي ناټو س� �تيري غيرله پنجوايي څخه تر اوسه په بل ځاى كي په طالبانو پسي نه دي ور وتلي. ",جنرال ريچارډز: طالبان نور مات شوي دي 4734,," دناټو فوځى مشرانود پولند په پلازمينه وارسا کې د ناټو له غړو هېوادو نو څخه افغانستان ته د نورو فوځيانو او تجهيزاتوغوښتنه وکړه . ناټو اوس مهال ١٨ زره عسکر افغانستان کې لري او فوځى مشران وايى نورو ٢٥٠٠ عسکرو ته ضرورت لري .په دې اړدوند تر اوسه د ناټو هيڅ يو غړى هېواد ځانګړې ژمنه نه ده کړې .امريکا هم ٢٠ زره عسکر افغانستان کې لرى ،چې يوازې ٢ زره يې د ناټو تر قومندې � �اندې دي . ",افغانستان ته دناټو دنورو ځواکونو استول 4735,," کندز کې ځايى چارواکو نن رپوټ ورکړ چې د افغان او ايساف د ځواکونو په ګډو عملياتو کې يې ١٢ تنه شکمن بم ايښودونکى نيولي دي . چارواکو ادعا کړې ده چې يو اندازه وسله او مهمات يې هم لاس ته راوړي دي . ",کندز کې ١٢ شکمن بم ايښودونکى نيول شوي 4736,," دطالب جنګياليويو وياند قارى يوسف ادعا کړې ده چې زابل کې يې دکابل او کندهار د لويې لار په اوږدو کې پرون له افغان او بهرنيو ځواکونو سره په جګړه کې ١٨ تنه افغان او بهرنى عسکر مړه او ټپيان کړي دي . د زابل ولايت د پوليسو مشر پکتين په سيمه کې د جګړې پخلۍ کوي مګر دطالب حنګياليو ادعا دروغ بولى او وايى يوازې ٢ تنه دولتى عسکر ژوبل او يو طالب جنګيالى وژل شوي دي . ده ومنله چې د ٤ ساعتونو له پاره د کابل او کندهار لويه لار د ترافيکوپه مخ تړل شوې وه .طالب وياند منلې چې يو طالب د جګړې په مهال مړ شوي دي .په سيمه کې عينى شاهدانو د جګړې پخلۍ کوي او وايى د جګړې په مهال يو شمير موټرو اور اخيستى وو او سوي دي. ",طالبان : ١٨ بهرنى او کورنى عسکر مو وژلى دى 4737,," دغه بريد تېره شپه ددولت مخاليفينولخوادخوست ولايت بابرك تاڼې پرڅارتون باندې شوى چې له امله يې يوتن بريدكوونكى وژل شوى اويوتن پوليس ټپي شويدى  .دو� �تي چارواكوويلي دي چې دمخالفينولخواتېره نيمه شپه ورباندې بريد وشوچې يوتن يې له مخالفينوڅخه وژلى اوددوى يوتن پوليس ټپي شويدى ،خودعامې روغتياريئس ډاكتراميربادشاه منګل وويل چې درې تنه پوليس ټپيان شويدي او� �وغتيايي حالت يې ښه دى .داپه داسې حال كې ده چې په نوموړي سيمه كې نېږدې درې اونۍ مخكې هم ددولت دخالفينو� �خوادپوليسوپه موټرپسې يوماين  والوزول شوچې له امله يې څلورتنه پوليس ووژل شول . ",په خوست كې پريوۀ سرحدي څارتون بريدوشو. 4738,," د نورستان والى منلې چې د شنبې مازديګر د ائيت� �اف يو تن عسکر د سړک د يو ماين د چاودنې له امله ووژل شو . په دغه چاودنه کې د ائيتلاف يو موټر ويجاړى شوي دي. د نورستان والى وايى ماين نوى د سړک په څنډه د هېواد د دښمنانو له لوري ايښودل شوي وو. ائيتلافى عسکرو په دې اړوند تراوسه څه نه دي ويلي . ",د ائيتلاف يو عسکر نورستان کې وژل شوي دي 4739,ميرويس جلالزې,"   د پوليسو په قول د نوموړي د موټرو په كاروان نن له غرمي وروسته د ګرديز په ښار كې يو ځانمرګي بريد وشو او د ده په ګډون دري تنه ساتونكې يې هم وژل شوي دي . نور جزيات وروسته راځي. ",د پكتيا والي حكيم تڼي وال ووژل شو 4740,," د پکتيا په والى حکيم ټنى وال باندې نن غرمه د يوې بجې شاوخوا ځانمرګى بريد شوي دي ، چې له امله يې نوموړى او ٣ تنه نور وژل شوي دي .په دغه بريد کې چې د ګرديز ښار د ننه د نوموړى په موټر تر سره شوي ، له امله يې ٦ تنه ولسى وګړى ټپيان شوي دي . د نوموړى موټر په بريد کې ويجاړ شوي دي .يو طالب وياند محمد حنيف منلې چې دغه ځانمرګى بريد طالبانو ترسره کړى دي . د کورنيو چارو وزات وياند يوسف ستانکزى منلې چې ټنى وال په ځان مرګي بريد کې وژل شوي دي. حکيم ټنى وال له دې نه وړاندې د خوست والىاو د کانو او صنايعو وزيرهم پاتې شوي وو. نوموړى خپلې لوړې زده کړې په جرمنى کې سرته رسولى دى. ويل کيږي په بريد کې د نوموړى وراره ، يو ساتونکى او موټر چلونکى هم وژل شوي دي . ",د پکتياوالى په ځانمرګى بريد کې وژل شوي دي 4741,," ", 4742,," دغزنى ولايت امنيتى چارواکو منلې چې تيره ورځ يې د غزنى د ګوشک په سيمه کې د دغه ولايت د قره باغ ولسوالۍ د پوهنې د چارو د مشر محمد حليم مړى پيدا کړي دي . نوموړۍ تيره اونۍ د ناپيږاندو کسانو له خوا تښتول شوي وو. ",دقره باغ دپوهنې دچارودمشر مړى پيدا شوي دي 4743,," د نړيوالو ځواکونو په يوه خپره شوې پاڼه کې راغلى چې له پرون مازديګرڅخه يې تر نن سهاره پورې ٩٤ طالب جنګيالى د کندهار په ژړۍ او پنجوايى ولسواليو کې وژلى دي .پاڼه وايى چې په طالب جنګياليو يې سخت او درانده بريدونه تر سره کړي ،او طالب جنګيالى يې په وړاندې ډير کمزوري دي . ددغو ګډو فوځى عملياتو په بهير کې تر اوسه پورې ددوى په وينا ٤٠٠ طالبان وژل شوي دي . ",٩٤ طالب جنګيالى کندهار کې وژل شوي دي 4744,," د فراه امنيه قومندان له بينوا سره ومنله چې تيره شپه ١٢ بجې کابو ١٠٠ تنو طالب وسله والو د فراه ولايت د(قلعه کاه)په ولسوالۍ وسله وال بريد وکړ چې له ام� �ه ٢ تنه پوليس ټپيان او ٢ تنه نور وژل شوي او ددغه ولسوالۍ يو روغتيايى کلنيک ، يو ښوونځى ويجاړ اود ولسوالۍ ودانۍ زيانمن شوې ده . ده ومنله چې جګړې يو ساعت دوام وکړ اوطالب وسله وال دافغان ځواکونو د مقاومت له مخې تيښتې ته اړ شوي دي . طالب جنګيالى بيا ددغه ولسوالۍ او د نيمروز د دل ارام د ولسوالۍ د نيولو ادعا کوي . ",د فراه په يوه ولسوالۍ وسله وال بريد شوي دي 4745,هارون خپل - انګلستان," زما د ښکلي کندهار په « پنجوايي »کي له « ژړۍ تر « تلُکانه  » له « پاشمول » تر « زنګاواته  » له « سپېروان » تر «  صالحانه  » په هر کور هر ه کلا کي هر پټي، باغ و بيديا کي سره اورونه سرې لمبې دي  سوي کرږ ي، غلبلې دي پر هر لور  بلوا خپره ده هره خوا بلا پرته  ده په بمونو او توپونو په ټانکونو، هاوانونو په ګولېيو او م� �دکو څه کوپړې، ککرۍ ماتي څه شملې په وينو سرې سوې څه سرتوري خوندي م ندي څه معصومي هيلي مړې سوې څه اوروکي لولپه سوه څه بې پته، بې پرده سوه خپل کورونه يې پرې  ګورکړه شنه باغونه يې پرې  اورکړه ها ژوندي يې لڅي پښې، ګ� �ېوان شکېدلي له لېوانو بېرېدلي سرګردانه، لالهانده د امان په لوروځغ� �ي هرڅه سره په وينو سره سوه د اغيار زړونه ساړه سوه د پردو شر و فتنه ده د نامردو هنګامه ده خدايه ته يې مل، پنا سې! ته يې خوږ  زړو ته  دوا سې!  ( بېنوا ويبپاڼه ) هارون خپ� � ",پنجوايي ( څه شملې په وينو سرې سوې ) 4746,حبيب اله غمخور," ليکونکی : حبيب اله غمخور نن ماځيگر د2006 دسپټمبرنهمه نيټه  مې کمپيوټر روښانه کړ ،دانترنټ پاڼو لوستل مې له بي بې سي نه پيل کړه، په پښتو پاڼه کې دهغې پاڼي دکا� �کوونکو له برکته دتل پشان هيڅ نه وه، په فارسي ژبه مي د افغانستان په هکله دمعلوماتو په لوستلو پيل وکړ  هلته  مي پر يوه سرليک  مي سترگي و� �گېدي ؛ انتقاد از ((کنار زدن مجاهدين)) . کله چې مي داخبر پرانيست دگلانو په اکليل کې مي داحمدشاه مسعود عکس تر سترگو شو ،پوه شوم چې کومه خبره ده . دا داحمدشاه مسعود دمرگ پنځم کال دياد مراسم وه ، له ځانه سره مي فکر وکړدا کار اوداعنوان  څه اړېکي سره لري ،هغه متل دی وايي : (( دهي درکجا ودرخت درکجا ))، .علاقه مي پيدا شوه چي دعکسو تر لېدلو دمخه ،يوځل داليکل شوی مطلب ولولم تر څو دعنوان او دغې ورځې تر منځ  يې اړېکې  پيدا کړم . مطلب مي ولوست پوه شوم چې دغه پر ولس تپل شوی يوځل بيا هم داحمداشاه مسعود دمرگ دمراسموڅخه دتل پشان استفاده کړې  ده .  خبر پدغه جملو پيل کيږې : رهبران مجاهدين افغان ضمن انتقاد از جامعه جهانی گفته اند که برای بهبود اوضاع امنيتی در افغانستان، بايد از قدرت مجاهدين استفاده شود. داخبري دامعني لري چې گواکې نړيوالي ټولنې ياددوي په اصطلاح (جامعه جهاني) ددوي لاس نيولۍ چې خپل وطن ته سوله راولي ؟  رښتيا هم لکه افغانا ن چې وايي  دوي بيگانه او دبياگانه ولاس پوڅې دي ،که خپل شخصي کورهم جوړوي دعادت له مخې بايد بهرنيان دوي ته يوڅه ورکړی . بي بي سي په خپل خبر کي دومره اغراق او غولو نه کار اخيستۍ چې کله ددوي  داخبر انسان لولې په پيل کښې يې فکر کوي چي په پاکستان اوايران کې ټول تربيه شوي دتنظيمو رهبران يادوي  ،مگر کله چې دخبر لوستل تعقيب شي هلته يوازي  فهيم او رباني  ،کرزي او نړيوالوته نصيحت کوي چې ددوي په وينا ((که څوک غواړې  په هيواد کې دانظام  او امنيت ټينگښت شي اړينه ده چې دمجاهدينو له نيرونه استفاده وکړي)) .  زه يي فارسي متن هم دلته راوړم  : مارشال فهيم پي� �نهاد کرد که دولت از نيروی مجاهدين برای حفظ نظام و استقرار امنيت پايدار در افغانستان استفاده کند. دبې بي سي په خبر کې راغلي دي : مارشان محمد قسيم فهيم، دستيار نزديک احمد شاه مسعود و مشاور ارشد رييس جمهور افغانستان گفت که ايجاد دو� �ت موقت و دولت انتقالی، برگزاری انتخابات و لويه جرگه ها و سرانجام استقرار دموکراسی در افغانستان از آ� �زوهای آقای مسعود بود و هوادران او پاسبان اين آرزوها هستند. زه اوس نه غواړم پر مړه او دهغه پر کړنو تبصره وکړم ،مگر فکر کوم مارشال فهيم داهيره کړې چې همد اوس هغه نسل ژوندی دی کوم ځي احمدشاه مسعود او رباني پکښي حاکمان وه ،دا دهيځا هيره شوي نه ده چي دمجد دي لا په ارگ کې شپږ مياشتي پوره شوي نه وې ، استاد رباني ورپه يادول چي دپاکستان داسختباراتو په حضور کي دقرارداد له مخې هر يو شپږ ميا� �تي دحکومت کولو حق لري ،خوکله چې رباني ددولت پر گدۍ کښيناست بيانو دامريکايانو تر راتگ پوري دحکومت پرېښو د� �و ته حاضر نشو،که څه هم يوازي دخواجه غار په سيمه کې  ځان ورته رئيس جمهور ښکارېده ، دروسي په مرسته دهغه دغه جنجال اودقدرت تر چوکئ  لاسونه ايستل يوددي لامل وگرځيد چي پاکستان ته بهانه پلاس ورشي او خپل پلاس جوژړشوی بل ټيم رادمخه کړي . مارشال فهيم به هرومرو خبر وي ځکه داستخباراتو رئيس وچي دهمدغه قدرت پر سر جگړه کې دکابل ښار دخپل موجوديت په تاريخ کي دپردوپلاس جوړړسوو تنظيموپه جگړه کې په کنډواله بدل شو اوتر ۶۰ زره زيات دکابل بيگناه اوسېدونکې له منځه ولاړل؟  دمارشال فهيم سره څنگه ومنل شی چي پورته يادي  شوې ارزوگاني دقدرت دخاوندانوپه مغذو کي راگرځېدې ؟  داستاد رباني � �اس چانيولی و چي لويه جرگه راوغواړې ،اويادملي تفاهم پر اساس داسي يوحکومت جوړکړي کوم چې په هغه کښې ټول سياسي ،او قومي ځواکونه خپل ځان وويني ؟ هغه چي خپلي يکه تازی ته دمشروعيت لپاره دعلماو شورا راغوښتل په يقين سره په افغانستان کې دملي پخلايني دحکومت دجوړېدو او دموکراسی دپلي کولو لپاره يي هم هر ډول جرگه راغوښتلاي شول  ! خو حقيقت دادی کله چې جرگې داستا� �باني واک او سلطې ته صدمه رسوله فورأ يې په خپله اويادخپلو طرفدارانو په خوله ويل چې جرگه دافغانستان ډيره زړه عنعنه ده ،اوس دجرگوجوړول کوم درد نشی دواکولاي . پدې هکله په سلهاو ليکنو کښې چې داستادرباني د پلويانو لخوا ليکل شوي دي  تاسو دامطلب لوستلاي شئ . دمارشال فهيم داخب� �ه دهيچالپاره دمنلو وړ نه ده چې وايي : حرکت افغانستان به سوی دموکراسی بوسيله کسانی تحقق می يابد که همراهان مسعود بوده اند و ادامه دهنده راه او هستنند.  دابايد په زرغده وويل شي چې له بده مرغه مارشال صاحب اودهغه پلويان داستاد رباني په گډون ددموک� �اسی سره  علاقه نلري ؟ که چيرې دموکراسي وي ،خلک حق لري دښاغلي کرزی اودغه جامعه يي جهاني څخه چې اوس نه پوهيږم ولي دوی ځيني خپه دي پوښتنه وکړې ، دکوم  خدمت ، استحقاق اووړتيا له مخي تاسو داعنوانواومقا مونه دغو کسانوته ورکړل کوم چې افغان ولس يي له ليدونه بېزار  او دوه ځله يې کابل ښاراوپه هغه کې دارگ په گډون  په ټولو دولتي ادارو کې چې څه وه چورکړ ه . تر مار� �ال فهيم وروسته استادرباني خبري کړېدي  چي ولي يي تر هغه وروسته کړې  داهم سوال دی خو د اوس لپاره داسوال پر خپل ځاي پرېږدو، راځو اصلي مطلب ته ،هغه هم په خپلو خبرو کي دفهيم په ډول په تکراروايي : آقای ربانی خطاب به جامعه جهانی گفت که اگر می خواهيد امنيت در افغانستان برقرار باشد، بايد از نيروهای مجاهدين در مقامهای دو� �تی استفاده شود و مجاهدان کنار زده نشوند.  تاسو ټول يو ځل داستادرباني داپورته دخبرودا څو جملې په دقيقه توگه ولولی هغه نړيوالوته وايي  : که غواړی ؟ په افغانستان کي امنيت برقراره شي ،بايد په دولت کې دمجاهدينو دنيروڅ خه استفاده وشي او هغوي  بغل ته ټيله نشی . زه فکر کوم پدغه لنډ، ولي د معنی څخه ډکو خبرو په څو جملو کښې استاد ربانې يو ځل بيا نړيوالو او افغانانوته موخه او ارمان څرگند کړی دی   .  څومره دشرم خبره ده چي بهرنيو ته نصيحت کوي که غواړې په افغانستان کې سوله راشی ؟ نودده په وينا مجاهدينو ته په دولت کې واک ورکړئ ،اوکه نه څومره چې يې وس رسېږي داوطن به کنډواله او دښتونه به يې  په قبرستان (هديرو) بدل کړی .ښه داخو ددوي طبعي عادت دی ؛ مگر هم دافغان هم  رواحق لری چې لاندي سوالونه  له دوي نه وکړئ : ۱/ داوطن ستاسو دی اوکه دنړيوالي ټولني ؟ که ستاسو دی او تاسو ځانونه افغانان بولئ بيانو ولي پر جهاني ټولني دسولي دراوستو احسان اچوی ،هر افغان مکلف دی چي په خپل هيواد کي سوله راولي ،اودموکراسی پلې کړی  . ۲/  تاسو دکومو مجاهدينو خبره کوئ ،هغو چي په رښتيا سره يې دپردو دتيری په مقابل کي جگړه کول هغوي خو م ړه شول اويا پر خپل کور کښېناستل ،هغوي ته هيچا دغرب نه نيولې تر شرق پوري  هيڅ ډول م ادي اويامعنوي امتياز ور نکړ. تاسو دغرب په دستور اودپاکستان داستخباراتو په ملاتړ دمرحوم داودخان دحاکميت نه شروع بياتر هغه وخته چې هر مو څه ترلاسه کړل دوطن ويرانۍ او افغان وژنې ته ملانه وتړلې؟ دسقاو دزوي نه وروسته تاسو يوځل بيا تاسوهغه ډله واست چې دافغانستان دقانوني حاکميت پر خلاف مو دپا کستان  په امر له هغه ځاي نه حرکت وکړپه پنجشير او شمالي کښي مو ددولت ضد تبليغات شروع کړه . دنړئ دټولو استخباراتي سازمانو سره همکاری ،له هغوي نه پيسې اخيستل اودهغوي ارمانونه پلې کول وطن پرستي بولئ ؟ دادجميعت گوند نه و چي دافغانانو دغولولو لپاره يې په ظاهر کښې گويا له شوروی پوځ سره جگړه کول م گر دشوروي پوځ دافسرانو داوروستۍ ليکني اوپه مطبوعاتو کې دهغوي څرگندونې بيا له شوروي سره ستاسو ددوستئ او دپټو قراردادولاس ليکولو روښانه بېلگي نړيوالوته څرگندي کړې دي ؟ ۳ / ايا داتاسو نه واست چي دمرحوم نجيب اله دحاکميت په دوران کي شوروي ته  ولاړاست ؟ اوهلته مو دهغوي سره ددوستې خبري کولې ؟ څنگه دومره ژر ستاسو هغه دښمن چي اوس هم دهغوي سره ددروغجني دښمنۍ پر نامه سوداگري کوی اودهمدغې سوداگری له مخي القاب خپلوی ، يو دم دهغه حاکميت په موجوديت کښي چي تاسو دکمونست تورپرې لگاوه ستاسو په دمره نږدې دوست بدل شو؟ چې روسان عملأ تر يوه غښتلې سياسي ځواک ،قوي اردو اودموکراتيکو قوتونو تير شول ؛دافغانستان دخلق دموکراتيک گوند په دننه کښي ددسيسه گرو په مرسته يي هر څه ترتاسو قربان کړه  .حقيقت خو دادی چې روسيه د شوروي  دميراث خور نظام په توگه  همدا اوس هم کله چي دافغانستان په حکومت کې داشخاصو دټاکلو دمسله مطرح وی  دروسې حکومت لخوالومړني کانديدان  دجميعت او دشوراي نظار غړې  دي . ۴ / په ۱۹۹۲ م کال کې  تاسو  چا دولتي واک ته ورسولاست ؟ ايا کومي ټاکني وشوې ؟ اوکه کوم ريفرندوم وشو؟ ،دملگروم لتو دسازمان دپروگرام په مقابل کښي خو دوطن په گوندکي يوشمير خرڅ شووستاسو سره يوځاي  په  خيانت کولوسره هغه پلان  ناکامه کړ . ۵ / اياتاسوته  دپاکستاني جنرالانو او آي ايس آي ت� �نظارت لاندي جوړه شوې غونډه کې دستور درنکړه شو چي افغانستان ته ولاړ شۍ؟او کله چي موپه ارگ کې گوياددولت دتس� �يمۍ غونډه درلوده شاته موڅوک او دکومو هيوادو داستخباراتو مسولين  ولاړوه ؟ ۶ / تاسو دافغانستان دخلکواويو غښتلی افغانستان  ددښم نانو پدغه خوښئ کې ځان شريک نه باله  ؟کوم چې ويل يې موږ هغه اردومات کړ کوم چي چا يې دم اتېدو فکر نه کاوه ؟ پدې مو دومره خوښي ښکاره کول لکه چې له خواجه غارنه دوهم ځل دکابل په لور دپردو په هدايت اومټ راروان واست . ۷ / داڅوک و؟ چي دقدرت څخه دگوښه کېدوپه خاطر يې دافغانستان ښک� �ې  پلازمېنه د کابل ښار په وينو ولاړه اوکنډواله شو؟په هر کورکي يې  دخپلوانو هديره جوړه شوه ! دغه وحشت اوبربريت ته تاسوکوم نوم ورکوی ؟ داکړني داسلاميت او انساني کرامت  څخه ليري نه بولۍ ؟  ۸ / له خواجه غارنه چا کابل ته راوستلاست ؟ افغانان دره غلل ؟ اوکه دامريکا دB51,B52 الوتکو او نورو درنو وسلو برکت وو؟ ۹ / دتنک يو امېريکا(مننه امريکا) نارې  تر اوسه په راډيوگانو کښي خپروي !دامننه له پ� �ديونه چا او دڅه په خاطر کول ؟ اوس ولي له هغوي نه سر ټکوئ ؟  په هر شکل چې دي هغوي د� �ته خپل ځوانان دلاسه ورکوې اوتاسوچي ځانونه افغانان بولۍ  ورته واياست که موږته واک � �انکړئ همدا وژنه او همداحال به روان  وي . نو ستاسو په نظر څوک پر حق دی ؟ افغانان خو وايي دابهرنيان دڅه په خاتر ددوي دومره خيال ساتي . ۱۰ / ايا دبن په کنفرانس کې ستاسو دپلويانو ونډه عادلانه بولۍ ؟ حاجې صاحب قدير دي خداي وبخښي او روح دې ښاد وي ماته يي له همدغه کنفرانس نه  په تليفون کښي ستاسو دپلويانو ټول حرکتونه تشريح کړل. ستاسو دپلويانو دغه په يوه موزه کې دواړو  پښو اچول وچې دبن کنفرانس دافغان ولس دقبولوړ ونه گرځېد .اوداماڼۍ تراوسه  همداسي کږه جوړېږي  . ۱۱ / په مؤقته اوعبوری اداره کې ستاسو اوستاسو دپلويانو دومره څوکۍ حق وې؟ او که مو اوس په دولت کې دومره واک  حق دی؟ دا هر ورځ په تشريفاتي غونډو ،لکسو موټرو کي تگ راتگ ،دژوند هغه سطحه چې په نړۍ کې يې دگوتو په شمار خلک لري  ،دابې سارۍ  دولتي واک  ولې ستاسودا تنده نشي ماتولاي  ؟ ۱۲ / په دواړو لويو جرگو کښي ستاسو دوړانديزونومنل اوهغه مقام  چې تاسو ته  يې درکړۍ و ستاسو حق و؟ تاسوته دپښتنو دقومي مشرانو تيرېدنه ددې په خاطر وه چي اوس يوځل بيادجگړې په اورکې سوځېدلی اوکړېدلی ولس تر خوږ گوته ونيسۍ؟ . پدې هر څوک پوهيږې که داټول واک تاسو ته وسپارل شي يعني يوځل بيا  ارگ ته لار ه پيداکړئ ،په هغه صورت کښې به نه دمجاهد اونه هم دملت نوم واخلۍ ! تاسو يو ځل ازم وينه ورکړېده اوپه هغه ازموينه کې ناکام پاته شوی ياست . ۱۳/ په حکومت،پارلمان اوقضائيه � �وا کښې دغه اوسنۍ درکړه شوې ونډه تاسو تر خپل استحقاق ايظافه نه بولۍ ؟افغانان خو يې ستاسو حق نه بولې . دبهرنيو چارو دوزير وينا يي يوه بېلگه ده . په ملي دفاع ،امنيت او کورنيو چارو وزارت کښي تر اوسه  له غرونه راکښته شوي ستاسو سړې چې  په انسان وژنو عادت دي دولتي معاش اخلې ،خويودهغو هم دولت اوملت ته وفادار نه معلومېږې  ، دکابل په ښار کې دجوزاد مياشتي بغاوت اوسازماندهې شوې حرکت چي پاک اوسپېڅلې افسران يې قرباني شول ، ددې ادعا څرگنده بېلگه ده . � �۴ / داپه کابل کښې اسمان خراشهواروپاپه ستيل جوړ شوې  بيلډنگونه دچادی ؟ ددغو دجوړيدو پيسي له کومي شوې ؟ ،دخلکو مځکې اوجايدادونه چي موپه زور ترلاسه کړې  پدغه � �اهم قانع نه ياست ؟ ۱۵/ پدغه چورشوی او سوځېدلی هيواد کي چې څه شته دهغو زياته برخه ستاسو پلاس کښي ده، په دولت کي بي عدالتۍ،رشوتونه ،انجوگاني ،اوهرئينوپه پټه سوداگرئ کې تاسواوستاسو پلويان هيڅ � �اس نه لري ؟ خلک خو ستاسو دپلويانونه سرټکوي ؟ دپښتنواوافغانستان دتاريخي افتخاراتو،دافغانستان دنامه اونوروملي لاسته  راوړنود دښمنانوپه ډله کښې ستاسو دطرفدارانو پله درنه معلوميږ ي  . ۱۶ /  ستاسوله اوسنيو څرگندونو څ خه معلوميږي چې په دغه ۱۸۰۰ وسله والو گروپو کښي تاسو اوستاسو پلويان کمه ونډه نلري؟ ځکه بهرنيانو ته په ډاگه واياست که نورهم داوطن ستاسوترحوسونوقربان نه کړی، سوله اوامنيت به رانه شي . ۱۷/ اوس انسان دطالبانو سره په يوه خبره کي هم غاړي کيداي شي چې په دا ټولو ورانيوکې طالبان يوازي   نه دی ،اويوازي طالبان نه دي چي جگړه مخته بيايي ، دتنظيمو رهبران اوپه سرکښي تاسو هم پدې ناورين  کې لاس ورسره لری  . حقيقت خودادی که نړيوالو پر افغان ولس اودهغوي پر استازو، يعني هغو چې تر هر څه ورته خپل وطن گران دی تکيه کړې واي اوله هغوي نه يې نظر غوښتی واي ،اوپه دولت کښي يې هغوي ته ځاي ورکړئ واي  ،نن به داناوړه حالت نه واي ،متاسفانه په افغانستان کې دښکيلو دولتونو دوه مخې پالسې ده چې تر اوسه په هيواد کې امنيت نشي راتلاي ،سالمه مسلکي اداره جوړول له ستونزو سره مخ ده  اونه هم ستاسو غوندې تنظيمو څخه چي هم دولت خوری اوهم ملت وسله ټولولاي شي  . تر څو ددغو تنظيمو چې کله ځان ته دمجاهد لقب ورکوي اوکله بيا قهرمان  ځانونه بولي بې وسلې نشي اوپه دولت کي کښي يې لاسو لنډنشي داملت به دارامي گوله په خوله نه کړې اونه به ددموکراسی مخ وويني  . ددې څرگند حقيقت نه کوم دسالم وجدان خاوند ست� �گي پټه وي ؟کله چې د طالبانو حاکميت نسکور شو خلکو ديوې روښانه ايندې فکر کاوه ،داسي احساس ورسره پيدا شو چي داځل به دابهرنيان چې ددموکراسی پلويان ځانونه بولي په هيوادکې ارامی راولې ، دقاتلانو ،جنگي جنايتکارو اوسړي وژنکو لاسونه به دملت له ستوني نه لنډ کړي  ،مگر دغربی نړئ دتېروتنې پايله داشوه چې يوځل بيا دهيوادکورنيو اوبهرنيو دښمنانو ته دملې بدبختيو او بدمرغيودراوستلو ښه امکانات  پلاس ورغلل . اوس داواضح اوڅرگنده ده څومره چې پاکستان دطالبانو پر لاس په هيواد کې نااراميو ته لمن وهې همدومره ددي ولس نوربهرنی  مخالفين دپخوانيو تنظيم ودمحلي قوماندانانودهغې جملي دجمعيت  اوپلويانو پر لاس يې په هيوادکې دبې نظميود� �استلو او افغان وژنې لپاره زمينه برابره کړېده .ددې ناا راميو گټه همدا ده چې اوس استاد رباني ،واضح وايي : که زموږ دمنۍ ښه، که نه هيوادبه په همدا بد بختيو اخته وي اودامنيت ټينگښت به ناشونی وي   . افغانان بايد ددې ډول څرگندونو نه چي يوازي درباني لخوانه بلکه دنورتنظيمو رهبران  يې هم کوي، دعبرت تاريخي  درس واخلي ، اوپه دې ښه پوه شي چې دغه تنظيمونه اودهغوي مش� �ان  پر دغو ټولو القابو سربيره چې پر خپل سر اويادغير عادلانه مصليحتونو پر بنياد ورکړه شوې دي ،تل يې يوازي خپلي او دبهرنيو دوستانو او دونر هيوادوگټي ساتلې اوبس . که دوي ټولواکه نه وي  نو دافغانانو ژوند اوددې هيواد راتلونکې و� �ته هيڅ ډول ارزښت نلري . پدې هيله چې بهرنيان داډول شخصيتونه درک اوپدې پوه شي چې پدي هيواد کې سوله يوازي او يوازي دافغان ولس غوڅ اکثريت ته ددرناوي اودهغوي غوښتنو اووړانديزونوته دغوږ نيولو  له مخې راتلاي شي .دا دتنظيمو او افغانانو ټيکداران په افغان ولس کې ځاي نلري ځکه په هر شکل چې کيږې غواړي  ددولتي حاکميت اوياوسلې په زور ځانونه پر ولس وتپي . پای ",برهان الدين رباني اوس دزړه خبره وکړه! 4747,," ليكوال : طارق نورزى/هلمندهلم ند په دې ورستيو كې د ډېرو بدامنيو شاهد دى، شايد د دې خبري يو ثبوت داوي چې په دې ورستيو كې د دغه ولايت نيژدې د ټولو ولسواليو واك ظاهراً د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلى او د دغه ولايت ډيري سيمي او ولسوالۍپه جنګ جګړو وراني شوي او خلك يې ځيني مركز لښكرګاه او ځيني يې و هغو ولسواليو ته كډوال شوې چې وضعه يې نسبتاً نورو سيمو ته ښه وي.رښتيا په دغه ولايت كې د جګړو لامل څه دى؟ داهغه پوښتنه ده چې له ډېرو خلكو سره يې ځواب نشته خو ځيني خلك يې ستر لاملونه اداري فساد، پر څوكيو د نا اهلو كسانو ګمارل، د نشيي توكو كښت او د كوكنارو قاچاق وړونكي بولي. كه د خلكو دغه انديښنې سړى په دقيق ډول سره مطالعه كړې نو شايد ټوله سمي اوسي. لومړى اداري فساد: تر دامهاله چې ما ليكوال كومه سروې كړې نيژدې د دغه ولايت په ټولو ادارو او رياستونو كې داسي كسانو ته دندي سپارل � �وې دي چې له خپلو شخصي گټو پرته نور هيڅ نه پېژني او يوازي يې د خپل جيب لاره بلده كړې. نژدې په ټولو ادارو كې ر� �وت په ښكاره ډول اخيستل كيږي اوكوم كسان چې له رشوت وركولو څخه ډډه كوي په پنځه كاله يې هم كار نه اجراء كيږ ي.د مثال په ډول هره ورځ د هلمند ولايت په مقام كې اداري، نظامي او د خپل سرو ځمكو د غاصيبينو كميسون ، او هم داډول پنځه نور كميسونونه غونډي كوي، مګر په داپنځه كاله د هيچا هيڅ درد هم نه دي په دواء شوى. ځيني خلك د ه� �مند پر لوړو چارواكو هم نيوكه كوې چې ګواكي بې رشوته هيڅ كار نه كوي، نو د دې څخه داسي ښكاري چې تر ډېره بريده دغه ولايت له اداري فساد څخه خراب دى. دوهم:  د كار نا اهله كسان:لومړى د هلمند ولايت والي ښاغلي انجنير محمد داود يو له هغه كسانو څخه دى چې يوازي د خپل ځان ساتنه كوې او ملت ته هيڅ پاملرنه نه كوي، دغه چا� �واكي نيژدې پنځه سوه پوليس يوازي پرخپل ځان راټول كړې چې د ده د كور، د ولايتي ودانۍ ساتنه وكړي. كله چي نوموړى � �ه كوره راوزي سل تنه پوليسو يوازي د ده امنيت نيولى وي. كله چې سهار پر اته نيمي بجې له كوره راوزي نو د ده د كور پر سړك يې تر يوه ساعته پوري ميږى نه سي تيريدلاى او سړك ټوله بند وي. كله چې سړى دغه كارونه ويني نو همي� �ه له دې پوښتنو سره مخ كيږي، چې دا والي صاحب دومره كم زړه دى نو بيا ولايت ولي كوي، داچي دى له خپله كور ه د س� �ګونو پوليسو په منځ كې راوزي دابه دى ويوې ولسوالۍ ته څنګه ځي. او كه دومره وېره نه لري نو شايد د هلمند خلكو ته به خپل ځان د يوه جمهورئيس په ډول ورپېژني ځكه چې فكر نه كوم چې رئيس جمهور به دومره ساتونكى لري لكه يوازي چې د هلمند والي پر ځان راټول كړي دي . اوس دي خلك فكر وكړي چې يو داسي شخص چې يوازي د خپل ځان امنيت ورته مهم وي او په نور و خلكو چې هرڅه كيږي پروا يې نه كوي اهل كار سړى بولي. دريم نشيي توكيد نشيي توكو مخنيوى ولي ناشونى شوى دي؟ ايا دولت واك نه لري؟ كه يې لري ولي يې مخ نسي نيولاى؟ د دې ټولو پوښتنو ځواب يو دى. تيركال په هلمند ولايت كې تر ټولو كلونو زيات تارياك كرل شوي وه ځكه چې بزګرانو خپله په سلو كې نوي ځمكه ټوله په كوكنا� �و كرلې وه كله چې د كوكنارو د حاصل وخت را ورسيدى د هلمند چارواكو د دغه ولايت په ځينو ولسواليو كې د كوكنارو د له منځه وړلو په نوم يو كمپاين پيل كړ. كله چې د كمپاين مسئولين ولسواليو ته ورسيدل نو له بزګرانو څخه يې د هر جريب په سر پنځه زره افغانۍ غوښتې كه به چا نه ور كولې د هغه دا يې ماتول او كه به چا وركړې د هغه دا يې پريښودل. په دې كار د هلمند والي انجنير محمد داود هم خبر وو او شايد د كابل چارواكي هم په خبر وه. چې د هلمند چارواكي د كوكنارو پر سر له خلكو څخه پيسې اخلي.دغه پيسې چې ميليونونه افغانۍ كيږي ټولي شخصي جيبونو ته ولويدې او كوكنار پر خپل ځاى پاته شول چې سږ كال د يوه راپور له مخي تر ټولو زيات نشيي توكي له دغه ولايت څخه توليد شوي دي. اوس دي خلك قضاوت وكړي په دغه ډول د نشيي توكو مخنيوى شونتيا لري؟ څلورم دكوكنارو قاچاق وړونكي د هلمند په بد امنيو كې د چارواكو په وينا تر ډېره بريده د كوكنارو قاچاق وړونكي لاس لري داهغه پوښتنه ده چې همي� �ه يې د دغه ولايت چارواكي يادوي. په رښتيا قاچاق وړونكي څوك دي؟ ايا د خارج څخه راغلي كسان دي او كه افغانان دي .....؟زما د معلوماتو پر بنسټ د هلمند په قاچاق وړونكو كې په سل فيصده كې نيژدې اتيا فيصده د هلمند چارواكي لاس لري، د ځينو خلكو په وينا هره شپه په ټنونو تارياك په دولتي موټرو كې بارېږي اوسربېره پوليس ورباندي ناست وي، د هلمند له ولسواليو څخه مخامخ د ايران پولې ته رسول كېږي. باالاخره د دې ټولو ستونزو د حل لاره څه ده؟كه چي� �ي افغان دولت غواړي چې نور د دغه ولايت خلك له دغه ناوړه ستونزو څخه خلاص كړې لومړى دي د دغه ولايت پرڅوكيو داسي كسان په كار وګماري چي د خلكو درد په دواء شي او مسئول چارواكي يې داسي كسان وې چي د خلكو په منځ كې محبوبيت ولري، او كه ښاغلى ولسمشر كرزى پر دغو بې ګناه هلمندوالو زړه نه سوځي، د انګرېزانو په بې رحمانه بمبار يويې وژني او داسي پلورل شوې كسان يې پرسر مشران ټاكي چې يوازي خپل ځان پيژني دابه د دې مانا ولري چې د نورو خود غرضو كسانو په څېر ښاغلي جمهور رئيس هم غواړي چې سپېڅلي افغانان د پرديو په لاسونو ووژني. ",د هلمند بې امنۍ او د هغو لاملونه (ليكنه طارق نورزى) 4748,زرين انځور,"  دافغانستان د کلتوري ودې ټولنې پيغام  د 2006  د سيپتمبر لسمه جرمني  ، د کولن ښار  په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان يو علمي شخصيت ، د کابل پوهنتون پخوانی استاد ، ليکوال او څېړونکی او د پکتيا والي استاد حکيم تڼيوال د افغانستان د سوګند خوړليو دښمنانو په لاس  شهيد شو . انا لله و انا اليه راجعون استاد تڼيوال د ګ� �ان وطن يو علمي او کلتوري شخصيت و او ډېر کلونه يې د وطن د بچو په روزنه کې تېر کړي وو . په جرمني کې  يې په ټو� �نپوهنه کې لوړې زده کړې  کړې وې او په دې اړه يې يو شمېر اثار ليکلي او ژباړلي وو  . د روسانو له يرغل وروسته له افغانستان څخه پاکستان ته مهاجر شو ، د وطن د سپيڅلي مقاومت په موده کې يې اوږده کلونه په عملي او قلمي جهاد او مقاومت کې فعاله برخه واخيستله . په پېښور کې يې  د ازاد افغانستان د ليکوالو ټولنې په جوړېدو کې ، د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو ټولنې په جوړېدو کې  او د افغانستان د کلتوري تولنې په جوړېدو کې  نه هېرېدونکې هلې ځلې وکړې . د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو د ټولنې مشري يې هم په غاړه لرله . د وطن د دښمنانو په لاس د داسې ع� �مي او ملي شخصيتونو وژل د يوې اوږدې توطيې يوه برخه ده چې د افغانستان په  ((ځانګړو ))  سيمو او ولاياتو کې د علم ، د ښوونځي او مکتب ، د اقتصادي ودې او پرمختګ  د دښمنانو له لورې په  اګاهانه توګه تر سره کېږي او د پرديو په ا� �اره ، غواړي چې دغه سيمې نا امنه ، وروسته پاتې او تياره پاتې شي . د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه ، په داسې حال کې چې د استاد تڼيوال وژل په کلکه غندي ، هغه ته  د الله  (ج) په دربار کې د فردوس جنت دعا کوي او کورنۍ او دوستانو او د وطن پوهنيزو کړيو ته د دغه غم د زغم هيله څرګندوي .   د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د مشرتابه جرګه ",د استاد حکيم تڼيوال د شهادت له امله . . . 4749,," ", 4750,,"   نن ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د کوکا کولا يوه نوې فابريكه پرانيسته، ولسمشر  وویل چې خوښ دی دا مهال د کوکا کولا څښاک په خپل هیواد کې په خپله افغانان برابروي د فابریکې له مشر سره یې د مارکیټ د پیداکولو ژمنه وکړه. دا فابريكه د ٢٥ ملیونو ډالرو په لګښت جوړه شوې ده، چي مشر يې حبیب گلزار دى. نوموړي د خپلو خبرو پر مهال وويل چې له ډېره وخته يې دا هيله درلوده چې افغانستان په خپله د څښاک لپاره جوړښتونونه ولري نوموړي وویل نورو هیوادو ته به هم خپلې جوړې کړې کوکا کولاوې ولیږدوي. ",ولسمشر د کوکا کولا نوې فابریکه پرانیسته 4751,,"   ولسمشر حامد کرزی د پکتیا د وا� �ي استاد حکیم تڼیوال پر وژنه سخت خفه شوی دى، او دا كړنه یې د هیواد او سولي د دښمنانو كار بللی او سخت یې غندلی دى. دغه راز ولسمشر حامد کرزي د دفاع، کورنیو چارو او د کډوالو چارو وزیرانو ته، په ملي � �ورا کې د پکتیا استازو د چارو د ادارې مشر او نورو لوړپوړو دولتي مشرانو ته دنده ورکړې چي د استاد تڼیوال د جنازې مراسم په رسمي ډول د عیدگاه په مسجد جامع کې ادا کړي. ",ولسمشر د استاد حکیم تڼیوال پر وژنه خفه دى 4752,,"   د افغانستان لپاره د ملگرو م� �تونو د سرمنشي استازي ټام کونیکس د مطبوعاتي دفتر له لوري بېنوا ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې استازى کونیکس د پکتیا د والي حکیم تڼیوال پر وژنه سخت خفه دى او دا کار په كلكه غندي، د کونیکس له خولې لیکل شوي چې استاد تڼیوال پروفیسر وو له اسټرالیا څخه افغانستان ته د دې لپاره راغلی وو چي خپلو خلکو ته خدمت وکړي خو د افغانستان د دښمنانو له خوا په شهادت ورسېد، کونیکس ویلي د تڼیوال ضایع ټول افغانستان ته نه جبرانېدونكې ده، په تېره بیا د تڼیو قوم ته ځکه چې د دې قوم مشر وو. ",ټام کونیکس: د حکیم تڼیوال وژنه په کلکه غندم 4753,ميرويس جلالزې," د امریکا د ولسمشر مرستيال ديك چيني د پاكستان ون� �ه د ترويزم په وړاندي جګړه كې وستايله ديكي چيني چې د ۲۰۰۱ ميلادي كال د سپټمبر د ۱۱مي پيښو د يادښت د ۵ كليزي څخه يې يوه ورځ مخكي له ن بي سي ټلويزيوني چينل سره مركه كوله وويل امريكايان له جنرال مشرف څخه په دي كار راضي دي چې په سختو سياسي حالاتو كې ېې د القاعده ډلي د مشر اسامه بن لاډن په لټون كې له دوي سره ډيره مرسته كړي. او دا همه روښانه ده چې د نړيوال تروريزم په وړاندي جګړه كې ډيري ترهګر په پاكستان كې نيول شوي . دي چيني دا ترونه رد كړل چي مشرف د تروريزم په وړاندي جګړه كې ډير څه ندي كړي . او د پاكستان هڅي په دي جګړه كې ناكامه شوي دي . ",ديګ چينې: له پاكستان څخه مننه كوم! 4754,," د بلخ امنيتى چارواکو ويلى د هغه وسله والې نښتى له امله چې د افغان دولتى پوليسو او ناپيږاندو وسله والو کسانو ترمينځ تيره شپه د بلخ ولايت د چمتال و� �سوالۍ د بنګال پله په سيمه کې رامينځ ته شوه ٣ تنه دولتى پوليس او يو وسله وال وژل شوي او ٤ تنه نور ټپيان شوي دي . چارواکو منلې چې له دغه نيم ساعته نښتى وروسته وسله وال تښتيدلى دى او په هکله يې په سيمه کې پلټنې پيل شوي دي . ",بلخ کې ٣ پوليس او يو وسله وال وژل شوي دي 4755,," يو شمير وسله والو کسانو چې افغان دولتى يونيفورم يې در� �ود د کابل ښار د کوټه سنګى سيمه کې په رڼا ورځ نن يو رستورانت لوټ کړ . د رستورانت خاوند او يو شمير عينى � �اهدانو بينوا ته وويل نږدې ١٥ تنه وسله وال کسان چې د ملى اردو جامې يې په ځانو کې وي رستورانت ته ننوتل او په دې پلمه چې ولى د مسعود د ٥ تلين په ورځ خلک په رستورانت کې د تلويزيون تماشاکوي ، د رستورانت هرڅه وران او ويجاړ او يواندازه نغدې پيسى ، ګرځنده ټيلفونونه او د رستورانت يو شمير نور توکى يې له ځانو سره يوړل.د کابل ښار د جنايى جرمونو د څانګې مشر على شاه پکتيا وال وايى د پېشى په اړوند يې په سيمه کې پلټنې پيل کړي دي. وسله والو په رستورانت کې يو شمير ناست کسان هم ډبولى دي. ",د کابل ښار يو رستورانت لوټ شو 4756,," په کابل کې د ائيتلافي ځواکونو يو وياند ټام کالنس نن په يوه خبري ناسته کې ومنله چې د ورانکارو عملونو د ترسره کولو په موخه په کابل کې د ت� �هګرو يوه وړه ډله ځا ى په ځاى شوې ده. د نوموړي په وينا دغه ډله فعاله ده او فعاليت کوي. دغه ډله د ده په وينا به� �ني ځواکونه په نښه کوي. ",ائيتلاف : په کابل کې د ترهګرو وړه ډله ځاى په ځاى شوې ده 4757,بسم الله پښتونمل,"   پرخپل زخمي زخمي مخ وزغملې  خپله سينه دي وه نيولې ورته  دا د ګورګين تيرو تيرو غشوته  دانګريزانو زهرجني داړي  ستاپه وجود څو واري ښخي سولې  تا دنړۍ د ارامۍ په هيله  تا دروسانو مخ ته سپر كړ خپل ځان له بدمرغو سره اشنا هېواده !  تاته وړې بدمرغۍ هيڅ هم نه دي  دا اوس خو ګورې ستا نا اهله بچي  نن دپردو په لمسون يو بل ته ګواښونه كوي هم له اسمانه پرتا اور وريږي  لا قسمت ستا دبدبختۍ په هيله وړاندي درومي ستا دغه وچ ،ډنګر وجود تراوسه  د ډيورنډ په توره دوه ځايه ده  او تردې دمه ايراني واكداران  غواړي چه پرې دي د وجود ټوټې كړي  دوي هرماښام دغه خوبونه ويني  هم دغربي شين سترګو لويه ګله  ستا پر دې پاكه اوسپېڅلې خاوره  ګرځي اوغواړي ستا بچي محوه كړي  ستا عظمتونه او وياړونه وژني  ستا ددي جګو غرو سرونه وژني  او دا  ټوله ددې لپاره  چه دجهان له نخشې تا وباسي  خو ستا بچي هم ټول نا اهله نه دي  دوي د غليم په مكر ښه پوهيږي  اوستا ساتنه پر ځان فرض بولي  نو ! اي غرنى سمسور، سم سور هېواده! زه خــــــــــو په زغرده هر غليم ته وايم  څو چه ژوند پردې جهان وي       څــوچه پا ته يو افـغــــان وي    تل به دا افـــــــغــا  نستان وي    تل به دا افـــــــغــا  نستان وي   اى غرنى سمسور ،سمسور هېواده ! ته د ښكلاوو ستر ټاټوبى ښكارې ته دسركښو زلمو كور يې ګوره  تاكي ميرويس او احمدشاه لوي سوي  خير!  خير كه نن په سرو لمبو كي سوځې خير كه دي غرونه پر پردو خرڅيږي  خيركه نن سوې د وسلو د ازمويلو م ېدان  يادي بچي نن ديوبل سر كي مېخونه وهي  يا پاك قران ته ښوونځى كي د اسلام په نامه اور اچوي  يادي يتيم بچي نن خير له پردو نه غواړي  يادي پيغلوټې نن سوالګرې سوې پردو كوڅو كي  يا شين اسم ان نن ستا دښمن سو پرتا اور اوروي  يادا غربي ليوان ناولي قدمونه ايږدي  ستا هندوكش ستا دسپين غر له پاسه  ستا دپامير ستا د سور غر له پاسه  بس ! بس يو څو نوري شيبې هم وګوره  څښتن به بيا لوي احمدشاه راولي  بيا به پردو نه ستا وجود وګټي  بيا به زردشت كي سر له خاورو پورته  د اويستا كتاب به پرانيزي مخلوق به پوي كړي  بيا به بودا بيرته ژوندى سي ګوره! خلك به پوي كړي چه نور دلته م� �غان هم نه وژني  لږې شيبې د انتظار پاتي دي  بيا ملالۍ به ومېوند ته راسي  بيابه انګريز په شرمو و شرموي  بيا به سورغر ستا د ميرڅنو په سرو وينو سور سي  نو! اي غرنى سمسور ،سمسور هېواده ! م اته معلومه ده ستا لويه سينه  پدې وړوټپو خبريږې هم نه  تا دچنګيز ها لوي توپان ليدلى  چه منا� �ونه يې جوړ كړي و سرو نه دلته  تا دتيمور درنې درنې څپيړې    پرخپل زخمي زخمي مخ وزغملې  خپله سينه دي وه نيولې ورته  دا د ګورګين تيرو تيرو غشوته  دانګريزانو زهرجني داړي  ستاپه وجود څو واري ښخي سولې  تا دنړۍ د ارامۍ په هيله  تا دروسانو مخ ته سپر كړ خپل ځان له بدمرغو سره اشنا هېواده ! تاته وړې بدمرغۍ هيڅ هم نه دي  دا اوس خو ګورې ستا نا اهله بچي  نن دپردو په لمسون يو بل ته ګواښونه كوي هم له اسمانه پرتا اور وريږي  لا قسمت ستا دبدبختۍ په هيله وړاندي د� �ومي ستا دغه وچ ،ډنګر وجود تراوسه  د ډيورنډ په توره دوه ځايه ده  او تردې دمه ايراني واكداران  غواړي چه پرې دي د وجود ټوټې كړي  دوي هرماښام دغه خوبونه ويني  هم دغربي شين سترګو لويه ګله  ستا پر دې پاكه اوسپېڅلې خاوره  ګرځي اوغواړي ستا بچي محوه كړي  ستا عظمتونه او وياړونه وژني  ستا ددي جګو غرو سرونه وژني  او دا  ټوله ددې لپاره  چه دجهان له نخشې تا وباسي  خو ستا بچي هم ټول نا اهله نه دي  دوي د غليم په مكر ښه پوهيږي  اوستا ساتنه پر ځان فرض بولي  نو !  اي غرنى سمسور، سمسور هېواده! زه خــــــــــو په زغرده هر غليم ته وايم  څو چه ژوند پردې جهان وي       څــوچه پا ته يو افـغــــان وي    تل به دا افـــــــغــا  نستان وي    تل به دا افـــــــغــا  نستان وي ", اي غرنى سمسور، سمسور هېواده! 4758,شیرولي سبا,"  اشنا ناترسه می په غم اړوې خدايه نن بيا می په قسم اړوې ما خو له سرو شونډو توبه کاګله  نن می د شونډو په ملهم اړوې دسپين رخسار جلوه يی هسی راغله  لکه څ وک عرش ته چی قدم اړوی دظالمانو دا ظالمی مېنی  نوم بيا د مينی په ستم اړوې دپيښور يارانو پورته کړې لاس مړې زما چی په طورخم اړوې زمونږ د دی لوبو تکړه لوبغاړې  ورځ په تسپو او شپی په خم اړوې ېمه پښتون دا پښتنه مېنه می  ځې په صحرا ژوند می له قوم اړوې زه شېر ولې له ېاره څوځلی ځا� � پېکۍ له سترګو منظم اړوې ",غزل 4759,," د کندهار والى اسد الله خالد نن د ورځې په وروستيو کې يوې خبري ناستې ته وويل ،چې د کندهار په ژړۍ او پنجوايي ولسواليو کې د افغان پوځ او ناټو ځواکونو ګډ پوځي عمليات پاى ته رسېدلي او سيمه د دښمن له شتون څخه په بشپړه توګه پاکه شوې ده. ده وويل په دغو سترو عملياتو کې ډېر شمېر طالب جنګيالي مړه او يو شمېر نيول شوي دي. خالد زياته کړه ځواکونه په سيمه کې پاته کېږي او دغه عمليات ٣ پړاوونه لري، لومړى پړاو يې پوځي عمليات وو، چې د ده په وينا ختم شول، دويم پړاو يې د بې ځايه شوو کورنيو بيرته ځاى په ځاى کول او درېيم پړاو يې د بياودانولو پړاو دى. د ياودونې وړه ده چې دغو عملياتو ٩ ورځې دوام وکړ، چې له امله يې د ناټو د پوځي چارواکو په وينا تر ٤٠٠ ډېر طالبان وژل شوي دي. همداشان د عملياتو په بهير کې د ناټو ٢٠ تنه عسکر مړه او ٣٠ تنه نور ټپيان شوي دي. د ملي اردو ٥ تنه عسکر هم مړه او ٨ تنه نور ژوبل شوي او د سيمې ګڼ شمېر ولسي وګړي د جګړې قرباني شوي دي.طالب جنګياليو ادعا کړې چې په تاکتيکي توګه له سيمې په شا شوي دي. يو طالب وياند منلې چې يوازې ١٤ تنه طالبان د جګړې په مهال وژل شوي او نور ټول وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.   ",اسدالله خالد: په کندهار کې پوځي عمليات پاى ته ورسېدل 4760,," د افغان وتلي سندر غاړي ارواښاد ساربان جنازه چې ١٢ کاله مخکې په پاکستان کې په حق رسېدلى وو او جنازه يې د امانت په توګه په پېښور کې خاورو ته سپارل شوې وه، نن کابل ته راورسېده او د کابل ښار په شهداى صالحين هديره کې خاورو ته وسپارل شو. ارواښاد ساربان ٧٠ کا� �ه مخکې د کابل ښار د خرابات په کوڅه کې پيدا او له هماغه ماشوم توب څخه يې موسيقي او سندرو ويلو ته مخه کړې وه. ",د ارواښاد ساربان جنازه کابل ته راوړل شوه 4761,," افغان دولتي پوليسو نن د کابل ښار د کارته پ� �وان په دويمه برخه کې ٤ ماينونه مخکې له چاودنې کشف او شنډ کړل. د کابل ښار د جنايي جرمونو د څانګې مشر علي شاه پکتياوال وويل، ماينونه له يوه ګرځنده ټلېفون سره د چاودنې په موخه د سړک د څنډې په يو ګلدان کې ځاى په ځاى شوي وو. ده وويل په دې اړوند تر اوسه څوک نه دي نيول شوي. ",په کابل کې ٤ ايښودل شوي ماينونه شنډ شول 4762,," افغان او ائيتلافي ځواکونو رپوټ ورکړى ، چې نن سهار وختي يې د ګډو پوځي عملياتو په ترځ کې د ننګرهار ولايت د حافظانو په سيمه کې د حکمتيار تر مشرۍ � �اندي د حزب اسلامي ګوند د يو قومندان په ګډون د القاعده ٧ تنه شکمن کسان له مقاومت څخه پرته نيولي دي. د ائيتلاف يو وياند ويلي عمليات د استخباراتي مالوماتو له مخې په سيمه کې ترسره شوي دي. ",په ننګرهارکې د القاعده ٧ شکمن کسان نيول شوي 4763,," د انګلستان يوې خيريه موسسې خبر وركړى دى، چي په افغانستان كي اوږده وچكالي ښايي د دې هيواد يو ميليون وګړي له لوږي سره مخ كړي.د كريسټن ايډ په نوم دغه خيريه موسسې د افغانستان په ۶۶ كليو كي تر سروې وروسته ويلي چي د وچكالۍ ځپلو سيمو ټولو كروندګرو خپلي كښت او كروندې له لاسه وركړي دي.دې سازمان د انګلستان پر حكومت او نورو نړيوالو ټولنو ږغ كړى چي د شمال او � �ويديځ افغانستان له ځپل شويو خلكو سره مالي مرسته وكړي.د دې موسسې د راپور له مخي ماشومان، ماشوم لرونكي ښځي او سپين ږيري تر نورو ډېر د لوږي له ګواښ سره مخ دي.په افغانستان كي د كريسټين ايډ موسسې د دفتر كاركوونكى س� �طان مقصود فاضل وايي ښايي په راتلونكي مياشتو كي حالات ډېر خراب شي. ",د وچكالۍ ځپلو ولايتونو خلك له لوږي سره مخ دي 4764,," د هغه سختي جګړې په مهال چې نن سهار د ائيت� �افى ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نورستان په کامدېش ولسوالي کې شوې، د ائيتلاف ٣ عسکر ټپيان شوي دي. طالب وياند ډاکتر حنيف وايي د جګړې په ترځ کې ٤ تنه طالبان هم مړه شوي او بهرنيو ځواکونو ته يې ډېر ځاني او مالي زيان اړولى دى. نوموړى ادعا کوي چې د ائيتلاف ٨ موټره يې له منځه وړي دي. د نورستان امنيتي چارواکي په سيمه کې د جګړې پخلى کوي او وايي جګړه هغه مهال سخته شوه چې وسله والو طالبانو د ائيتلافى ځواکونو په ګزمه وسله وال بريد پيل کړ. ائيتلافي ځواکونو تر اوسه د پېښې رسمي پخلى نه دى کړى. ",په نورستان کې د ائيتلاف ٣ عسکر ټپيان شوي دي 4765,," ", 4766,," ", 4767,," د خوست په تڼيو ولسوالي كي د پکتيا د والي حکيم تڼي وال د جنازې د مراسمو په مهال سخته چاودنه شوې ، چې له امله يې د لومړنيو رپوټونو له مخې٤ تنه مړه او ٦ ټپيان شوي دي. نوموړى تېره ورځ په يوه ځانمرګي بريد کې د ګرديز په ښار کې ووژل شو. يو شمېر کسانود ټلېفون په ليکه د خوست له ټنيو ولسوالي څخه بېنوا ته وويل چي له جنازې سره تللى دولتي پلاوى بيرته په چورلکه کې د کابل په لور روان شوى دى. دغه چاودنه د نوموړى قبر ته نږدې تر سره شوې ده. يوه عيني شاهد بېنواويبپاڼي ته وويل چي دا ځانمرګى بريد وو كله چي پوليسو دغه كس د تلاښۍ په موخه ودراوه هغه خپل ځان وا� �وزاوه.  د تڼيوال له جنازې سره د ځينو دولتي چارواكو تر څنګ ډير افغان ليكوالان او فرهنګيان هم د ګډون لپاره تللي وو، ويل کيږي په چاودنه کې يو شمېر خبريالان هم ټپيان شوي دي، خو د لوموړنيو خبرونو له مخي په بريد کې لوړ پوړو دولتي چارواکو ته زيان نه دى رسېدلى. ",د حکيم ټنې وال د جنازې په مهال درنده چاودنه شوې 4768,," ناټو وايى د کندهار د پنجوايى ولسوالۍ کې د افغان او ناټو د ګډو فوځى عملياتو په ترځ کې په تيرو ٢٤ ساعتو کې ٩٢ طالبان وژل شوي دي . د ناټو ويندويانو ويلى چې په طا� �بانو يې سخت هوايى او توپچى بريدونه ترسره کړي دي . طالب جنګياليو د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ناټو څرګندونې نه منى او يو طالب وياند ډاکتر حنيف منلې چې يوازې ٢ تنه طالبان وژل شوي دي .له بل لورى په کندهار کې د ناټو يو وياند جګړن اينس د پنجوايى په اوسيدونکوغږ وکړ چې له خپلو کورونو دې نه وزي . ",ناټو :کندهار کې ٩٢ طالبان وژل شوي دي 4769,," ", 4770,," د هلمند ولايت امنيه قومندان نبي جان ملاخېل وايي ګرمسېر ولسوالي يې بيرته له طالبانو څخه نيولې ده، نوموړي له آزادۍ راډيو سره په يوه مركه كي وويل دغه و� �سوالي چي دوى د ځينو تاكتيكي عواملو پر بنسټ خوشي كړې وه نن يې بيرته له طالبانو څخه نيولې ده.ملاخېل زياته كړه دا جګړه چي د ايتلافي ځواكونو، افغان پوځ او پوليسو له خوا په ګډه ترسره شوه په ترڅ كي يې ۲۰ تنه طالبان وژل شوي دي، نوموړي وويل په دې جګړه كي د ملا شهيد په نوم د طالبانو يو سيمه ايز قومندان هم وژل شوى د� �. داسي ويل كېږي چي په سيمه كي ايتلافي ځواكونو بمبارۍ هم كړي دي او بېنوا ويبپاڼي ته له سيمي څخه عيني � �اهدانو وويل چي په بمباريو كي ولسي مرګ ژوبله هم رامنځته شوې ده. ګرمسېر ولسوالي تېره اونۍ طالبانو له افغان دولت څخه نيولې وه، دا ولسوالي په تيرو څو مياشتو كي د سختو نښتو شاهده ده، چي تقريباً يوه نيمه مياشت وړاندي هم د ۴۸ ساعتونو لپاره يو ځل د طالبانو لاس ته ورغلې وه. بل پلو ته طالب وياند قاري يوسف احمدي د دولت دا ادعا رد كړه چي ګواكي ګرمسېر ولسوالي يې له لاسه وركړې ده، نوموړي وويل ګرمسېر ولسوالي اوس هم د طا� �بانو په لاس كي ده. ",چارواكي: ګرمسېر ولسوالي مو بيرته نيولې 4771,," پدې بريدكې چې نن ورځ دپكتياوالي ارواښادحكيم تڼيوال دجنازې په مراسموكې ترسره شوه دخوست ولايت دامنيت امر سمونوال محمدزمان پرټپي كېدوبرسېره نېږدې ددولسوتنونه ترڅوارلسوتنوپه شاو خوا كې سرتيري اوعام خلك  مړۀ اوټپيان دي ،چې ډېره كي يې دخوست ولايت  دسرحدي � �وا،اوامنيې قومندانۍ سرتېري ،اودوه تنه ماشومان دي  .ارواښادتڼيوال تېره ورځ ديوۀ ځانمرګي بريدپه ترڅ كې وژل شوى چې ددۀ ياوراويوتن بل ساتونكى هم ورسره وژل شوي  .دتڼيوال مړى په كابل كې دجنازې اوفاتحې له مراسم ووروسته نن ماسپښين مهال په چورلكه كې خوست ته راوړل شوچې په څلورونوروچورلكوكې ورسره دافغانستان دكورنيوچا� �ووزير،دمهاجرينوچارو وزير،دمخابراتووزير،دولسي جرګې يوشمېروكيلان اونورلوړپوړي چارواكي هم راغلي وو.كله چې دارواښادله مړي سره دراغلي پلاوي غړي له چورلكوڅخه پلي شول اوددوى لپاره په تيارشوي ځاى كې چې دخبروكولو لپاره پكې سټېج هم جوړشوى ؤكېناستل اوبې له ځنډه څوتنووزيرانودسټيج دوياندپه بلنه لنډې خبرې وكړې ،ورپسې دارواښاد حكيم تڼيوال بيوګرافي ولوستل شوه ،لدې وروسته تصميم ونيول شوچې دارواښادمړى خاوروته وسپاري ،پدې ترڅ كې يوه درنده چاودنه وشوه،دچاودنې له ځاى چاپېره دملي اردواوخوست پوليسوسرتيري ودرېدل اودپېښې ځاى ته يې څوك  نه ورپرېښودل ،مړي اوزخميان يې په بيړه امبولانسونوته وخيږول ،لدې امله تراوسه  دمړواوټپيانود� �يقه شمېره نده مالومه ،چې ورسته به يې دقيقه شمېره هم درته وښايو.   ",په خوست كې ځانمرګى بريدوشو. 4772,د حميد الله شېراني ژباړه,"  د حميد الله شېراني ژباړه  ولې اوڅنګه؟!! رياضي پخپله د موجوداتو ډېره په زړه پورې او ګرانه كشاله ده  ويل كېږي چې د ارسطو د استوګنځي پر دروازه ليكل شوي و: ""هغه چې په رياضي نه پوهېږي، نشي ننوتلاى.""  زه نه پوهېږم پر رياضي نه پوهېدونكي خلك د ارسطو پر خبرو نشواى پوهېداى او كه دا يواځې د رياضي زده كړې ته د خلكو هڅولو لپاره وو. په هر صورت موږ ته دا روښانه ده، چې رياضي له ډېر پخوا د انسانانو په طرز فكر او ژوند كې ډېر مهم ځاى لري. د فيثاغورث د مثلثاتو نوميالۍ قضيه اوس هم په لومړنيو او منځنيو ښوونځيو كې ښودل كېږي. هرې پېړۍ رياضي ته يوه نوې بڼه او رنګ وركړى دى. او همدا وجه ده چې اوس رياضي ديوې نړيوالې ژبې بڼه اختيار كړې، چې په ټوله نړۍ كې مطالعه كېږي.   د رياضي مبدا او اصل په اړه دوه نظريې موجودې دي، چې يوه په اپلاتون پورې او بله په فكري ښونځي پوري تړل كيږي، چې سمونپال ښوونځى (formalist school) بلل كېږي.  د اپلاتون د نظريې پر بنسټ رياضي د انسان د فكر تخليق ندى، بلكې دا په خپله يو خپلواك موجود دى. انسان يواځې د � �ياضي موجوديت، معنويت او مقاصد څرګندوي لكه څنګه، چې يې د طبيعت نور قانونونه، چې مونږ ورته طبيعي قوانين وايو څرګند كړي دي. سمونپال فكري ښوونځى د اپلاتون د نظريې پر خلاف غږېږي، وايي چې رياضي د انسان د فكر تخليق دى. د دغو دوو ښوونځيو پر توپير د پوهېدلو لپاره د لومړنيو عددونو (prime numbers) يو مثال وړاندې كوو )لومړني عددونه هغه دي، چې يواځې پر خپل ځان او پر يوه وېشل كېږي لكه ۷، ۱۷، ۴۱ ...(. اپلاتونيان بحث كوي، چې دغو لومړنيو عددونو په خپ� �واك ډول موجود وو، دوى زموږ د څرګندونو لا پخوا په لايتنهايي عددونو كې وجود درلود. له بلې خوا سمونپال فكري ښوونځى (formalists) په دې عقيده دي، چې لومړني عددونه زموږ د فكر پنځونه (تخليق) ده. دا زموږ د تعريف انداز دى، چې داسې عددونه مينځته راوړي؛ نو ډېره بې مفهومه به وي كه دا فكر وكړو، چې آيا لومړني عددونه لايتناهي دي او كنه.  دعددونو ژبه :  سمونپال ادعا كوي، چې عددونه هغه وخت منځته راغلل، چې انسانانو شمېرل پيل كړل. د هغه شپون نوميالۍ كيسه موږ ته راښيي، چې شمېرل څنګه پيل شول. دغه شپون به د هر پسه لپاره يو كاڼى په خپله كڅوړه كې اچاوه، او بيا به يې د هر پسه لپاره يو كاڼى له كڅوړې را ايسته، چې معلوم كړي كوم پسه خو يې ورك نه دى. له دې څخه ورسته خلكو د ګڼو (نمبرو) ويل پيل كړل، چې هرې ګڼې ځانګړى نوم درلود. لكه څرنګه، چې په لاسونو كې ګوتې دوه ګوني دي؛ نو خلك پر دې وپوهېدل، چې اشاري سيسټم د شمېر لپاره يوڅه اسان دى، ځكه، چې هلته هم ډېر ځاى دوه ګوني عددونه استعمالېږي. لدې وروسته د جمعې او منفي عمليې پيل شوې. د سمونپالانو په نظر (جمع، منفي، ضرب، تقسيم)، دغه څلور لومړني عملونه، چې تر ټولو ساده عمليات دي هم له هماغو منطقي قانونونو جوړ دي، چې بنسټ يې په منل شويو حقيقتونو باندې ولاړ دى. دوى وايي، چې موږ د رياضياتو مطالعه د ځانګړو قوانينو او سمبولونو په وضع كولو سره كوو. اوس كه فرضا ۵ او ۷ راواخلو، دا داسې دوه نښې دي، چي فزيكي وجود نه لري او په مادي او معنوي دنيا كې څه مانا نشو ورته راايستلاى او كه ددغو نښو تر مينځ د جمعې علامه كېږدو، ددغې درېيمې علامې په مانا هم موږ په طبيعي دنيا كې نه پوهېږو او ورپسې د مساوي علامه شوه. كله چې مساوي علامه كېږدو، نو فوراً پوهېږو، چې وروسته يې بايد ۱۲ و� �يكو، ځكه چې ددغو منل شوو حقيقتونو او منطقي قوانينو، چې موږ دلته وكارول همدغه اړتيا او پايله ده. همدغه كار د حساب ماشين هم كوي. دحساب ماشين پرته لدې، چې وپوهېږي څه كوي، ټول هغه كارونه سرته رسوي؛ چې ور څخه غوښتل كېږ ي. راځئ داسې وګڼو، چې د جمعې عمل يواځې له څو منل شويو حقيقتونو يا ځينو منطقي قوانينو څخه تشكيل شوى دى او له طبيعي نړۍ سره كوم خاص كار نه لري. خو كه موږ دغه علايم په طبيعي شيانو لكه كاڼو او پسونو تطبيق كړو؛ نو م ونږ به هك پك او حيران شو، چې د ۵ او ۷ كاڼو يا پسونو له يوځاى كېدلو څخه (د تېرو يادو شويو قوانينو پر بنسټ) دولس (۱۲) كاڼي يا پسونه مينځته راځي. نو موږ ته په ډاګه شوه، چې زموږ په ذهن كې دا تجريد شوې او تصوري مفكورې او ح� �ايق د بهرنۍ نړۍ له طبيعي حقايقو سره مطابقت لري. د نوميالي فزيك پوه پال ډيويز په وړاندې كه چېرې موږ په يو داسې كائنات كې ژوند كولاى، چې پكې هېڅ د شمېر وړ شيان نه واى؛ نو موږ به هغه حساب و كتاب، چې نن يې كوو، نشواى كول� �. ډېويډ ډيوس دعوه كوي، چې شمېرل د تجربو پر اساس رامينځته شول. د ده پر اند، موږ شمېر ځكه كولاى شو، چې طبيعي قوانينو داسې طبيعي جوړښتونه مينځته راوړي، چې هغه بيا د شمېر لپاره اسانتياوې پيداكوي.  ريچ� �ډ فين مين، چې د انسټاين څخه وروسته دوېم ستر فزيك پوه ګڼل كېږي، د رياضي په اړه وايي، چې رياضي خپله د موجوديت � �ېره په زړه پورې او ګرانه كشاله ده.  كه تاسې د يو څو عددونو درېيم توان راواخلئ او بيا يې جمع كړئ؛ نو تاسې به ډېرې په زړه پورې نتيجې ترلاسه كړئ. د مثال په توګه د (۱) دريم توان ۱ دى، د (۲) دريم توان ۸ دى او د (۳) اووه ويشت (۲۷) دى، ددغو جمع ۳۶ لاسته راوړي او د ۱، ۲ او ۳ جمع ۶ كيږي. د (۶) دوېم توان د (۳۶) برابر دى او كه تاسې دغو ته د ۴ درېيم توان ورزيات كړئ (چې ۶۴ دى)، نو (۱۰۰) ترې جوړېږي. او د (۱۰) دويم توان د ۱۰۰ برابريږي. كه لدې سره د (۵) درېم توان، چې (۱۲۵) دى يو ځاى كړو؛ نو ۲۲۵ لاس ته راځي. (۲۲۵) د (۵ + ۱۰)، چې (۱۵) كيږي دوېم توان دى. د “فين مين” پر اند، زموږ له څېړنې مخكې كېداى شي راته د اعدادو دا ځانګړى خاصيت نه واى معلوم شوى. خو، چې موږ ته د اعدادو دا راز خاصيتونه معلوم شي، نو داسې احساس كوو، چې دغه خاصيتونه په خپلواكه او خپلسرې توګه شته او زموږ له څرګندونو څ خه يې مخكې وجود درلود، خو دا چې موږ د دوى د موجوديت ځاى نشو ټاكلاى؛ نو موږ ددغو خاصيتونو موجوديت يواځې مفكو� �وي او تصوري احساسوو.   د ارزرم ترك نژاده ابراهيم حقي، د اتلسمې زېييزې پېړۍ صوفي، مذهبپوه او ساينسپوه، د جمع كولو د عمليې د سموالي يوه لار ومونده، چې دلته يې يادوو، كه هغه دغه كار نه واى كړى، نو كېداى شي تر اوسه به ننيو ساينسپوهانو ته دغه لار نه واي معلومه. دجمعې د عمليې د امتحانولو لپاره موږ لومړى هغه دوه رقمي عدودنه سره جمع كوو، چې د سره جمع كپدنې وړ وي، يا وايو، چې ۱۵۴ او ۲۷۵ جمع كوو، چې په ځواب كې ۴۲۹ لاسته � �اځي. دغه ځواب داسې ازمويو (امتحانوو)، داسې چې د لومړنيو دوو عددونو رقمونه سره جمع كوو، لكه ۱ + ۵ + ۴ = ۱۰ او ۲ + ۷ + ۵ = ۱۴ ، اوس د جمعې له هر حاصل څخه ۹ منفي كوو، چې پرله پسې ۱ او ۵ لاسته راځي. په درېم پړاو كې دغه ځوابونه خپل م نځ كې جمع كوو، داسې چې ۱ + ۵ = ۶ اوس موږ همدا كار لومړنيو عددونو د جعمې حاصل (۴۲۹) سره هم كوو، چې ويې ازمويو، او بيا ترې ۹ منفي كوو، داسې چې ۴ + ۲ + ۹ = ۱۵ او ۱۵ – ۹ = ۶ . ومو ليدل، چې په دواړو ځايونو كې مو په پاى كې ۶ لاسته راغل� �، چې ددې عمليې سموالى راپه ګوته كوي. د جمعې د عمليې دغه امتحانونې په آزاده توګه پخپله شتون درلود. موږ دا پنځولې نه بلكې څرګنده كړې ده.  نوربیا .... ",د رياضياتو پوهنه رښتينې ده ! (لومړۍ برخه ) 4773,ګل آغا احمدي وردګ," ګل آغا احمدي وردګ موږ په خپله دې � �یکنه کې د افغانستان یوې لویې ستونزې ته اشاره کوو او هغه په دې هیواد کې په بې ساري توګه د نشه یي توکو لکه ت� �یاکو، اپیمو، پوډرو، چرسو او داسې نورو نشه یي توکو زیاتوالی دی چې د ملګرو ملتونو د یوې سروې له مخې به سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو حاصل ۶۱۰۰ میټریک ټنه تریاک وي او له تیرو کلونو څخه ۵۹٪ په سلو کې اضافه والی پکې � �اغلی دی چې افغانستان یې له یوه ستر ګواښ سره مخ کړی او زموږ هیواد یې یو ځل بیا د نشه توکو د تولید په هکله د نړۍ د هیوادونو په سر کې راوستلی چې د ګڼو کورنیو او بهرنیو ګواښونو سره یې مخ کړي دی. په دې لیکنه کې دغه لویې ستونزې ته په لنډه توګه اشاره شوې ده.  نشه یي توکي څه شی دی؟ ټول هغه توکي چې کرنه، سوداګري، قاچاق او استعمال یې نه یوازې په اسلام بلکي په هر ډول بشري قوانینو کې هم ناروا دی چې په استعمال سره یې بشر د تباهۍ په � �وري ځی لکه کوکنار، تریاک، چرس، شراب، اپیم، پوډر او هغه مواد چې له ذکر شوو توکو څخه جوړیږي. باید وویل شي چې نشه یي توکي د معاصرې زمانې له لویو ګواښونو څخه دي چې د ټولې نړۍ انسانان ورسره مخ دي او په ډیره خواشینۍ سره باید ووایو چې افغانستان د دې نارو سیالۍ په سر کې قرار لري.  په افغانستان کې د نشه یي توکو رواج کید� � افغانستان یو داسې هیواد وو چې نسبتا غوره حکومت او قانون یې درلود، د خلکو ژوند یې ورځ په ورځ د ښه کیدو په حال کې وو، ښونیزو بنسټونو د ورځې په تیریدو سره پراختیا موندله، قانون د ټولنې او وګړو د ژوند په ټولو اړخونو حاکم وو، اقتصادي وده پرمخ روانه وه، زموږ د هیواد خلک په خپل ژوند کې خوښ وو او د هر اړخیزې سمسورتیا په لوري یې ګامونه ایښودل. د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د غوایي کودتا چې د پخواني شوروي اتحاد د یرغلګرو مشرانو په م ستقیمه اشاره په هیواد کې رامنځته او ورپسې د شوروي اتحاد مستقیم نظامي یرغل پیل شو د دې هیواد د خلکو ژوند له مصیبتونو سره مخ او هر څه سرچپه شول. زموږ د هیواد له خلکو غوره، بختور، آرام او هوسا ژوند نعمت یې په یوه لوی آفت بدل کړ چې د دې هیواد د وګړو په برخه وو او د سمسورتیا ګلونه په د هیواد په هره خوا کې غوړیدلي وو. په هیواد کې د کمونستانو کودتا، د پخواني شوروي نظامي یرغل، په هیواد کې د کمونیستي رژیمونو داخلي سیالیو، د شو� �وي په مقابل کې د افغانستان د خلکو جهاد، د واک د لاسته راړولو په سر کورنیو ناروا جګړو او له هغه وروسته حا� �اتو د دې هیواد د خلکو ژوند نور هم خراب او له راز راز ګواښونو سره یې مخ کړ. د دې ګواښونو په لړ کې یو هم په پ� �اخه پیمانه د هیواد په ګوټ ګوټ کې د نشه یي توکو د کرنې، سوداګرۍ، قاچاق او استعمال ستونزه ده چې خلک ورسره روږ دې شول او هیواد یې یوه خطرناک حالت ته را رسولی دی. په پراخه پیمانه د نشه یي توکو کرنه، سوداګري او � �اچاق د نجیب د حکومت د نسکوریدو او د واک په سر د کورنیو جګړو د پیل سره سم په هیوا کې زور و موند او د طالبانو د دورې په لومړۍ نیمایي کې خو حتی د وخت د ادارې له خوا په قانوني توګه اجازه هم ورکړل شوه چې بیا وروسته د یادې � �وې ادارې له خوا پرې هغه مهال بندیز ولګید چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې خلک په پراخه پیمانه ورباندې روږدي شوي وو او د طالبانو له خوا بندیز که څه هم په ښکاره توګه تر یوې اندازې پورې عملي کیدو خو په ټولیزه توګه یې اغیزه بایللې وه او خلکو خپل دغه ناروا کارو بار ته ادامه ورکوله. د بن د تړون، لنډمهالې او منځمهالې او انتخابي ادارې په لړ کې په دې هکله ګڼ شمیر هڅې، ادارې او حتی وزارت را منځته شو او ګڼ شمیر ګرامونه په پلي شول خو نوموړې پدیدې داسې زور و موند چې د اخیستل شوو ګامونو اغیزې یې په بشپړه توګه ورکې کړې چې د دې هیواد په تاریخ کې ساری نه لري، افغانستان یې د نړۍ په سطح د نشه توکو د کرنې په سر کې راووست او د ورځې په تیریدو سره پرخوالی مومي.  ولې افغانان د نشه یې توکو کاروبار ته مخه کوي؟ د افغانستان وګړي د مختلفو وجوهاتو او دلائلو له کبله د مخدره موادو کرنې، قاچاق او سوداګرۍ ته مخه کوي چې موخه یې یوازې او یوازې د زیاتې پانګې لاسته راوړل ځینې خلک فکر کوي چې شاید د مخدره موادو په کرنه او کاروبار کې به یې اقتصادي وضع ښه شي او د ډیرې پانګې خاوندان به شي. هغه ډنډوره چې دنوموړې مادې د رواج کیدو په پیل کې د مخدره موادو د قاچاقبرانو، جنګي ډلو او د اسلام د دین په نامه د ځینو کړیو له خوا د افغانستان د خلکو په منځ کې تبلیغ کیده چې ګواکي نوموړی کار د جهاد په موخه تر سره کوي هغه مهال یې خپل ماهیت له لاسه ورکړ چې د طالبانو اداره دغه ستر خطر ته متوجه او د هغه د مخنیوي هلې ځلې یې پیل کړې. باید وویل شي چې نوموړې ادعی اوس مهال د خلکو په منځ کې هیځ راز اغیزه نه لري خو بیا هم د ځینو کړیو له خوا د خپلو ناروا کړنو د روا ګرزولو او د دې ناولې مادې د پراخوالي په موخه تبلیغ کیږي خو خپله اغیزه یې بایللې او یوازې د زیاتې پانګې د � �استه راوړلو لپاره په کار وړل کیږي. اوس په دې خبره ټول ښه پوهیږي چې د مخدره موادو د کرنې، قاچاق او سوداګرۍ اصلي موخه څه ده؟ په دې ځای کې د دې خبرې یادونه هم ضروري ده چې د مخدره موادو د سوداګرۍ اصلي ګټه یوازې د نړیوالې مافیا سوداګرو او هغو لوړپوړو حکومتي چارواکو ته رسیږي چې په دې کار کې ملوث دي خو نومونه یې افشا شوي نه دي او د نړیوالې مافیا له سوداګرو سره په پټه توګه لاس لري. د هیواد غریبو او فقیرو بزرګرانو ته یې هیڅ راز ګټه نه ده � �سیدلې او نه یې ورته رسیږي بلکي په ډیره ناڅیزه او آرزانه بیه د هغو کوکنارو حاصلات ور څخه اخیستل کیږي چې په ځمکو کې یې کرلې وي حتی زیاتره بزګران خو په دې کار ډیره پښیماني څرګندوي چې ولې یې دغه ناولې ماده کرلې او هیڅ راز ګټه یې ورڅخه نه ده اخیستې.  ملګرو ملتونو د ۲۰۰۶ میلادي کال د خپل راپور په ترڅ کې ځینو نورو څیزونو ته هم اشاره کړیده چې د غوره غذا او ښه کورونو تهیه کول، د مخدره موادو د بیو لوړوالی، د حکومت له خوا د مرستو د نه � �سیدلو، د لوکسو څیزونو د رانیولو، له ځمکو څخه د غوره حاصلاتو او ښې پانګې د لاسته راوړلو، د محلي قوم اندانانو او د مخدره موادو د سوداګرو له خوا په بزګرانو باندې فشار او د مخدره موادو کروندې ته د هغوی تشویقو� �و، د دوبي په موسم کې د اوبو کموالی، د خوراکي توکو د بیو لوړوالی، د غنمو او پختې د بیو ټیټوالی، د ځمکې لږوالی او داسې نور هغه څیزونه ګڼلي دي چې افغان بزګران د کوکنارو کروندې ته هڅوي.   د افغانستان په هکله د م� �ګرو ملتونو د ۲۰۰۶ میلادي کال راپور په هیواد کې د ملګرو ملتونو د نشه توکو ضد ادارې د ۲۰۰۶ میلادي کال د راپور له مخې سږ کال د افغانستان په ۱۶۵.۰۰۰هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي او نوموړې شمیره په ۲۰۰۵ میلادی کال کې � �۰۴.۰۰۰هکتاره ځمکه وه چې کوکنار پرې کرل شوي وو او سږ کال د مخدره موادو د کرنې په لړ کې ۵۹٪ په سلو کې اضافه والی راغلی دی او افغانستان ۶۱۰۰ میټریک ټنه تریاک تولید کړي دي چې د ټولې نړۍ د غوښتنې څخه ۳۰٪ اضافه دي او افغانستان د ټولې نړۍ په پرتله ۹۲٪ فیصده تریاک کړي دي. په همدې توګه د دې هیواد د ناخالصو تولیداتو دریمه برخه تشکیلوي چې ترویزم او اداري فساد ته یې په لویه پیمانه لاره هواره کړې ده. ولسشمر کرزي د دې راپور په اوریدو سره ټکان خوړلی او خپل ژور خپګان یې پرې څرګند کړی او ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه دې زموږ سره د دې ستونزې په لرې کولو کې م� �سته وکړي. د امریکا د مخدره موادو ضد ادارې یوه چارواکي ښاغلي داک بینکر ویلی دي چې د مخدره موادو د کرنې، سوداګرۍ او قاچاق او په افغانستان کې د مخدره موادو بې حده زیاتوالی شاید افغانستان بیا د ترهګرۍ په پایګاه باندې تبدیل کړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مخدره موادو د ادارې ضد مشر ښاغلي مارکویاستا ویلي دي چې ولسمشر کرزی دې نور هغه کسان چې په مخدره موادو کې ملوث کسان دي یوه او بل ځای ته نه تبدیلوي بلکي د پلچرخي د زندان تر څنګ ورته زندان تهیه شوی او هغه لوړپوړي حکومتي چارواکي او د ملي شوری غړي باید زندان ته واچول شي چې د مخدره موادو په قاچاق کې لاس لري. په افغانستان کې د ناتو د ځواکونو مشر ښاغلي یاپ دیهوپ شیپر ویلي دي چې په افغانستان کې په بې ساري توګه د نشه توکو د کروندې او حاصلاتو ستونزه یوازې په دې هیواد پورې منحصره نه ده ب� �کي نړیواله بڼه یې خپله کړې او باید ټوله نړۍ د هغه په مخنیوي کې خپل رول ولوبوي. د مخدره موادو ضد وزارت وزیر ښاغلي حبیب الله قادري هم دا منلې ده چې سږ کال د مخدره موادو تولید په هیواد کې له اندازې او اټکل څو ب� �ابره زیات شوي دی او علت یې د امنیت نشتوالی، د معیشت بدیل د پروګرام نه عملي کیدل او اداري فساد ګڼلی دی. باید وویل شي چې د ملګرو ملتونو د مخدره موادو ضد ادارې د راپور له مخې هلمند د هغو ولایتونو څخه دی چې د کوکنارو اندازه د تیر کال په پرتله ۱۶۰ ځلې اضافه شوې او د هلمند، کندهار، اروزګان په شمول په پنځو جنوبي و� �ایتونو کې دغه کچه د هیواد له نورو سیمو څخه لوړه ده. خو باید وویل شي چې د افغانستان د شمال زیاتره سیمو هم په لویه پیمانه کوکنار تولید کړي دي چې د بدخشان ولایت له نورو څخه وړاندې دی. نوموړي راپور څرګنده کړې ده چې د هیواد د ۸ ولایتونو د کوکنارو په کرونده کې کموالی راغلی او په ۶ ولایتونو کې له سره کرول شوي نه دي. همدارنګه دې راپور جوته کړې ده چې اوس مهال په ټول افغانستان کې د نشه توکو د استعمال کوونکو او پوډریانو شمیره ۹۲۰،۰۰۰ کسانو ته رسیدلې چې د افغانستان د وګړو لپاره یو بد خبر ګڼل کیږي او زیاتره یې د هغو سیمو اوسیدونکي دي چې دغه ناولی کاروبار صورت هلته صورت مومي. په دې شمیره کې یو زیات شمیر هغه کسان هم شامل دي چې په ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان کې د نشه یی توکو په استعمال روږدي شوي دي.  په هیواد کې د نشه یي توکو د ډیروالي زیانونه او خطرونه د نشه یي توکو ډیروالي آفغانستان د سترو سترو زیانونو او ګواښونو سره مخ کړی دی چې ځینو ته یې په لاندې ډول اشاره کیږي: ۱. د نشه توکو د تولید ډیروالي، جګړو او ګډوډیو افغانستان د هغو هیوادونو د لیست په سر کې راوستلی چې د نشه یي توکو کرنه پکې د ټولې نړۍ په پرتله په زیاته پیمانه تر سره کیږي. چې د افغانستان ملي او نړیوال اعتبار ته یې سخته صدمه رسولې ده. ۲. د نشه یي توکو د ډیروالي له کبله د هیواد د لوړپوړو چارواکو په شمول په هر افغان باندې د نړیوالو له خوا د بدګمانۍ خیال کیږي او د شکمنو په سترګه ورته ګو� �ي او داسې فکر کیږي چې شاید ټول افغانان به د دې ناولې مادې په کرنه، قاچاق او سوداګرۍ کې ملوث دي. په داسې حال کې چې داسې نه ده او د دې ناولې مادې په کاروبار کې یوازې د ګوتو په شمیر کسان اخته دي. ۳. په کورنۍ سطح د دې ناولو توکو کاروبار له امله ګڼې ستونزې را ولاړې شوې دي هغه دا چې د افغانستان د هغو ولایتونو په کرنیزو ځمکو حلال بوټي لکه غنم، جوار، میوې، سابه او داسې نور نه کرل کیږي چې پخوا به یې د دې هیواد مارکیټونه ښایسته کړي وو او افغانان به اړ نه وو چې له بهر څخه غذایي مواد په لوړه بیه وارد کړي. بل دا چې د دې ناولي بوټي د کښت له امله نږدې لس کلونه وشول چې د دې هیواد ځمکې د خدای له برکت، باران او اوبو څخه محرومې او د سختې وچکالۍ له کبله یې د ښکلا ټولې سرچینې په سپیرو خاورو بدلې شوې دي. له بلې خوا په هغو سیمو کې چې دغه ناولې ماده کرل کیږي او قاچاق یې صورت مومی زیاتره خلک یې حتی د ځوانانو، سپین ږیرو، نرو او ښځو په شمول د دې ناولې مادې په استعمال ګرفتار شوي دي، غوره اخلاق یې له لاسه ورکړي او په افغاني ټولنه کې یې ګڼې ستونزې یې را ولاړې کړې دي. چې له همدې کبله د هیواد راتلونکی نسل له یوه جدي او خطرناک ګواښ سره مخ کړی دی. په هغو سیمو کې چې وګړي یې د نشه یي توکو په کښت او کارو بار لګیا دي که م خدره مواد مستقیما استعمال نه کړي نو په غیر مستقیمه توګه پرې معتاد کیږي پداسې ډول چې پر ځان نه پوهیږي له سهاره تر بیګا د کوکنارو په پټي کې ولاړ وي، د وجود غړي، لاسونه او جامې یې د کوکنارو په ښیره چټل او په غیر م ستقیمه توګه ورباندې اغیزه کوي. د ځینو څیړونکو د څیړنو له مخې د هغو سیمو د خلکو عادت، کردار او کړنې د هغو سیم و له کردار سره زیات توپیر لري چې د مخدره موادو په کاروبار لګیا نه دي. له بلې خوا د دې توکو له کبله حاصل شوې پانګه د ترهګرو ډلو لاس ته ورځي او د هیواد د عامه تاسیساتو د ورانولو او په هیواد کې د قانون د منځه وړلو او ښوونیزو موسساتو د ورانولو لپاره یې په کار وړي. همدارنګه هغه ځوان نسل له قاچاق، ترهګرۍ او غیر قانوني اعمالو سره په آسانۍ عادت کیږي چې د دې مادې په کاروبار او کرنه ملوث دي. له بلې خوا د هغو سیمو وګړو او چارواکو اعتبار په کورنۍ او بهرنۍ سطح ورځ په ورځ مخ ښکته درومي چې هلته د دې مادې کارول او کرنه په پراخه پیمانه صورت م ومي. په همدې توګه اسلامي اخلاق، عادات، افغاني دودونه او د ژوند ښکلي معیارونه له هغو خلکو کډه کیږي چې د دغه راز اعمالو په سر ته رسولو بوخت دي.  له بلې خوا د نشه يي توکو کرنې او کار او بار د هیواد امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی او روانې زیاتره جګړې اصلا د مخدره موادو د کرنې او کاروبار څخه د دفاع په موخه د مختلفو نوم ونو او شعارونو لاندې تر سره کیږي.  د نشه يي توکو د مخنیوي په اړه د افغانستان د خلکو او حکومت مسئو� �یتونه د نشه یي توکو د مخنیوي په اړه د افغانستان حکومت، دیني علما، پوهان، روحانیون، شاعران، لیکوا� �ان، قومي مشران، سپین ږيري، روڼ آندي، ټولنیز وګړي او په عامه توګه ټول افغانان ګډ مسئولیت لري څو له هیواد څخه د دې خطرناکې پدیدې جرړې وباسي.  لومړی: د حکومت مسئولیت د افغانستان حکومت دنده لري چې په � �یښتینې توګه د دې مادې د له منځه وړلو لپاره لاس په کار شي په داسې توګه چې په دې اړه شوې مرستې په ځای ولګوي، � �يښتني ګامونه پورته کړي او د نړیوالو زړه سواندو اړخونو زیاتې مرستې په دې اړه را جلب کړي. له بلې خوا د هیواد د بزګرانو د حالت د ښه والي پروګرامونه په سمه، اغیزمنه او ګټوره توګه پلي کړي څو پخپله د نشيي توکو له کروندې څخه لاس واخلي. په همدې توګه د افغانستان خلکو او بزګرانو ته د بدیل معیشت پروګرامونه په ښه توګه پلي او د شکم نو حکومتي چارواکو نومونه رسوا او لاسونه د مخدره موادو له قاچاق څخه لنډ کړي چې په دې ناروا کاروبار کې لاس ل� �ي. په همدې تورن لوړپوړي حکومتي چارواکي د محاکمې په موخه زندان ته وسپاري.  دوهم: د ملت او خلکو م سئولیت دیني علما، پوهان، شاعران، لیکوالان او روڼ آندي دنده لري چې د دغه ناولې پدیدې د لنډمهالو او اوږد مهالو زیانونو په اړه خلک خبر او هغوی خپلو دیني، ملي او افغاني ارزښتونو ته متوجه کړي. عام وګړي هم په دې اړه دنده لري چې له اوسنۍ وچکالۍ، په نشه یې توکو د اخته افغانانو له حالت، په ملي او نړیواله کچه د افغانستان د نوم له بدیدو څخه عبرت واخلي او د دې ناولې پدیدې په ورکولو کې خپل ملي او اسلامي کردار ادا کړي. په همدې توګه د نشه توکو د کرلو څخه په بشپړه توګه ډه ډه وکړي او دهغه په ځای د ګټورو او حلالو غلو دانو، سبو او د ښکلو میوو د باغونو کروندو ته مخه کړي. په همدې توګه د افغانستان ټول وګړي خپلې ځمکې له هغه الهي عذاب څخه و ژغو� �ي چې د نشه یي توکو د کروندې له امله له آسماني برکتونو، باران او د خدای له ذکر کولو څخه محرومې دي.     د ستونزې حل لارې او وړاندیزونه د نشه یي توکو د بشپړ بندیدو لپاره ضروري ده چې یو زیات شمیر اقدامات تر سره شي چې ځینو ته یې په لاندې ډول اشاره کیږي:  لومړی: د عامه پوهاوي د پروګرام ونو پراختیا د نشه یي موادو د کرنې، قاچاق او سوداګرۍ د پدیدې د ورکولو او په دې اړه د افغانستان د خلکو د م تقاعد کولو لپاره د عامه پوهاوي یوه داسې سرتاسري او لوی پروګرام ته اړتیا ده چې د ستونزې تصویر په اغیزمنه توګه منعکس کړي. د نشه یي توکو د کاروبار ستونزه په دې هیواد کې یوه داسې لویه ستونزه ده چې د هیواد د بدنام کولو سره سره کولی شي زموږ دخلکو هر اړخیز ژوند له تهدید سره مخ او سیاسي نظام مو له منځه یوسي. نو د دې لپاره غوره خبره دا ده چې خدای مه کړه په هیواد کې د یوې لویې فاجعې د رامنځته کیدو څخه د مخه د دې ستونزې د له منځه وړلو لارې چارې و لټول شي او د ټولو خبري رسنیو لکه رادیو، تلویزیون، اخبار، مجلې، پوست کاردونو، بروشورونو، دیوالي م جلو او هر ډول وسیلې څخه د خلکو د خبرتیا په لاره کې کار واخیستل شي. له بلې خوا دینې علماوو ته دنده و سپارل شي چې په جوماتونو کې د هر لمانځه وروسته خلکو ته د دې ناولې بوټي د له منځه وړلو لپاره تبلیغ وکړي. په همدې توګه د کورنیو مشرانو، سپین ږیرو او قومي مشرانو ته دنده و سپارل شي چې په خپلو کورونو، کلیو او بانډو کې د دې لعنت د کرنې، سوداګرۍ، قاچاق او استعمال په ضد تبلیغات وکړي، د خپلو کورنیو او ځوان نسل په روزنه کې فعاله ونډه واخلي. په همدې توګه په ټولو پوهنیزو مرکزونو، لیسو او ښوونځیو کې په دې اړه یوه پراخ تعلیمي پروګرام ته وده ورکړل شي او هر ښوونکی د ټولګي د پیل او یا د خپل درس په پای کې د دې ناولې پدیدې په هکله د زده کوونکو په پوهنه کې خپله دنده ادا کړي.  دوهم: د بدیل معیشت د پروګرامونو عملي کیدل په ملي کچه او ریښتنې بڼه دې د بدیل م عیشت پروګرام په ټول هیواد کې عملي او د هیواد له بزګرانو سره دې د دې ناولې پدیدې په ورکولو او د لازمو مرستو په کولو سره د هیواد هغه کرنیزو توکو، غلو دانو، میوو او سبو بوټو ته وده ورکړل شي چې هم ګټور وي او وکولای شي د هیواد د خلکو اړتیاوو ته په غوره توګه ځواب ووايي.  دریم: له نړیوالې ټولنې سره ګډ کار لکه چې په افغانستان کې د ناتو مشر یاپ دیهوپ شیپر ویلي دي چې د مخدره موادو کرنه، قاچاق او سوداګري یوازې په افغانستان پورې منحصره نه ده بلکي یوه نړیواله بڼه یې خپله کړیده نو له همدې کبله ضروري ده چې د افغانستان حکومت او خلک له هیواد څخه د دې ستونزې په لرې کولو کې د نړیوالې ټولنې سره یو ځای کار وکړي. په همدې توګه که د ګډو همکاریو لړۍ ته په ښه شکل دوام ورکړل شي نو لرې نه ده چې د افغانستان حکومت به د نړیوالو مرستندویو اړخونو لا زیاتې او اغیزمنې مرستې را جلب او د د دې ستونزې د لرې کولو په هکله به یې په موثره توګه په کار راوړي.  څلورم: د مخدره م وادو د مافیا سوداګرو ته جزا ورکول د مخدره موادو د مافیا سوداګر که څه هم په حکومتي چوکیو او ملي شورا کې غړیتوب ولري باید د هیواد د مروجو قوانینو له مخې جزا ورکړل شي څو نورو ته د عبرت وسیله وګرزي. د مخدره موادو په مافیا کې ککړ اړخونه د دې جنایت بنسټ ګڼل کیږي او همدوی دي چې هیوادوال د دې ناولې پدیدې پراخوالي ته رابولي. � �ه بلې خوا همدغه مافیايي بانډونه، افراد او ډلې دي چې د مخدره موادو د جنایت زیات مسوولیت ورته متوجه او د افغانستان په بدنامولو کې لویه ونډه لري. حکومت ته ښایي چې د یوې شفافې او قانوني لارې څخه د دې ډول افرادو، بان� �ونو او کړیو مخنیوی په موثر شکل سره وکړي.   پنځم: د امنیت او اداري فساد د منځه وړل حکومت ته ښايي چې د امنیت او اداري فساد په لاره کې پاخه، متین او هر اړخیز ګامونه واخلي. په داسې توګه چې په ریښتنې بڼه او موثره توګه یې دغه لویې ستونزې ته ځواب ویلی وي. په دې لاره کې ضروري ده څو په اړوندو ادارو داسې اشخاص په کار و ګمارل شي چې له خدای (ج) څخه ویره لري، متقي او خپلو ملي ګټو ته ژمن وي. په همدې توګه ملي ګټو ته پر خپلو شخصي ګټو د لومړیتوب حق ورکوي.  شپږم: د هیواد د سرحدونو ساتنه په موثره توګه د هیواد د سرحدونو ساتنه د مخدره موادو د کرنې، سوداګرۍ او قاچاق په مخنیوي کې ستره ونډه لري ځکه هغه تریاک چې په افغانستان کې تولید کیږي د افغانستان او نړیوالې مافیا سوداګر یې بهر ته د قاچاق کیدو تلاش کوي. خو که چیرې د هیواد د سرحدونو ساتنه په ښه � �کل شوې وي نو بیا د دې ناولې پدیدې د قاچاق مخنیوی کیږي چې له دې کار سره جوخت د هیواد بزګران پخپله د دې ناولو توکو له کرنې څخه مخ اړوي او په خپلو ځمکو ګټور بوټي کري.  اووم: د سیمه ایزې همکارۍ تړون رامنځته کو� � د نشه توکو ستونزه په سیمه کې یوازې په افغانستان پورې منحصره نه ده بلکي نوموړې ستونزه د ټولې سیمې ستونزه ده نو له همدې کبله ضروري ده چې په دې اړه له ګاونډیو او سیمه ایزو هیوادونو سره د ګډې همکارۍ یو پراخ تړون رامنځته او د دې ناولې پدیدې د مخنیوي په اړه یوه ګډه استراتیژي وټاکل شي. البته په نوموړي تړون کې به ددې ستونزې د لرې کولو په اړه ټول هغه ضروري ګامونه په نظر کې نیول شوي وي چې په اغیزمنه توګه د دې ناولې پدیدې د و� �کولو په لاره کې موثر ثابت شي چې د مشترکو نظامي اړیکو، تماسونو او ګډو عسکري ځواکونو تشکیل ته هم لاره هواره کړي چې دنده به یې د مخدره موادو د کرنې، قاچاق او سواداګرۍ مخنیوی وي. پایله او نتیجه په افغانستان کې د مخدره موادو کرنه، سوداګري، قاچاق او استعمال د زمانې یو داسې لعنت دی چې د دې هیواد نوم یې بد کړی او د خلکو ژوند یې د ګډوډیو، تهدیدونو او راز راز ناخوالو سره مخ کړی دی. په همدې توګه د دې هیواد ځمکې یې د آسماني برکت له نزول او د غوره توکو له کرنې څخه محرومې کړي دي چې سخته وچکالي، لوږه او د دې هیواد د خلکو عمومي دربدري یې ډیر ښه مثالونه دي چې په سترګو یې وینو. په دې لیکنه کې ورته او نورو مسایلو ته په لنډه توګه ګوته و نیول شوه او هغه علتونه په نښه شول چې د مخدره موادو د کرنې، سوداګرۍ او قاچاق خوا ته خلک را بولي او د دې مادې د مخنیوي لپاره یو شمیر وړاندیزونه وړاندې شول. په همدې توګه د ملګرو ملتونو د ۲۰۰۶ میلادي کال د مخدره موادو راپور ته هم په لن� �ه توګه اشاره وشوه چې سږ کال په افغانستان کې د مخدره موادو د کرنې بې حده زیاتوالی څرګندوي او څو ورځې د مخه په کابل کې خپور شو. په هیواد کې د مخدره موادو د کرنې بې حده زیاتوالی زموږ د هیواد خلکو او حکومت ته یو ستر ګواښ او د خطر شپیلۍ ګڼل کیږي چې په نړیواله سطح یې د هیواد څیره پیکه کړې ده. که دې ستونزې ته یو بیړنی او اغیزمن حل پیدا نه شي نو د په راتلونکې کې خدای مه کړه د داسې خطرونو اټکل کیږي چې له تصور څخه به پورته وي خو د یوه اغیزمن پروګرام، د حکومت، سیمې او خلکو د ګډې همکارۍ د رامنځته کولو په وسیله دغه پدیده د ورکیدو وړ ده. د داسې یوې ورځې په هیله چې په افغانستان کې د مخدره موادو یو بوټی هم نه وي او دغه هیواد د هر اړخیز سمون په لوري ګړندي ګامونه ږدي.    اخځلیکونه: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرایمو ضد د ۲۰۰۵ او ۲� �۰۶ میلادي کلونو راپورونه او سروې ګانې. ",د خطر شپیلۍ ( دګل آغا احمدي وردګ لیکنه) 4774,رحمت الله وزیر- کابل," رحمت الله وزیر- کابل پرون مې ناڅاپه په غوږونو کې د يوه استاد دمرګ غږ ازانګې وکړې، يو داسې استاد،چې د ملت او ولس په وير کې يې ويښته سپين کړل، هم مسلم ان و، هم پښتون او هېوادپال، يو داسې استاد،چې په سياست کې يې د ملت او ټولنې روڼاوی لټاوه، هغه مهربان استاد،چې په زرګونو شاګردان يې وروزل،يو داسې استاد، چې ښيګړې يې خورا ډېرې خو د بدګړو څرک يې يوازې په دې کې لګيد،چې د هېواد په ځانګړي ډول د لويې پکتيا لپاره يې خدمت کاوه، همدې خدمت او رښتينولۍ يې اخر سر هم وخوړ. دا ملت به کله هم خپل خاين او خدمتګار ونه پېژني، هغه،چې د ددين، ولس او هېواد لپاره خپل تور ويښتان سپينوي هغه د خاينانو په تله کې تلل کيږي، خو هغوی ،چې رښتيا خاينان دي، په نومونو او لقبونو نمانځل کيږي. دا هغه بدمرغه قوم دۍ، چې خوشال بابا پرې ژړلي وو، هغه بدمرغه او بد نصيبه قوم دی، چې تراوسه يې خپل سرلار او مشر ونه موند، هغوی چې د مشرۍ او پښتون ټبر بيرغ په لاس کې واخست له مرګ او وير پرته يې پښتون ټبر ته څه ورکړل، هغوی، چې د پښتون او اسلام په نوم سياست وکړ، دغه بدمرغه قوم ته يې څه ورکړل؟ مرګ ،وير، ترټنه او.... ابله ورځ مو د احمدشاه مسعود د نمانځنې مراسم وليدل، ددغسې مشر نمانځنه بايد همدغسې وشي، هغه ددې لايق دی، چې نمانځنه يې وشي، ځکه هغه خپل ټول عمر د خپل قوم په خدمت کې تېر کړ، د خپل قوم او مليت لپاره وجنګېد، اخر د خپل ملت لپاره يې مرګ هم قبول کړ. موږ بايد هيڅ نيوکه پرې ونه کړو، هغه خپل ملت ته کار وکړ، خو راشئ زموږ مشرانو ته! حکمتيار څه وکړل؟ سياف څه وکړل؟ مشر ملاصېب څه وکړل؟ د پښتون لپاره يې له مرګ او وير پرته څه پرځای پرېښول؟ هيڅ ،نه يې اسلام ته څه پرېښول، نه پښتو ته ، دواړه يې د ب� �بادۍ کندې ته ټيل وهل. مبارزه هرځای کيږي، هرځای د ايډيولوژيو لپاره هلې ځلې کيږي، خو داسې نه لکه زموږ طالب يې چې پرمخ بيايي. طالب د پښتون کورته اور اچوي، پښتون وژني، د پښتون بچي ښوونځی سوځوي او د پښتون قوم علمي سټې � �ه منځه وړي، نوره څه لاسته راوړنه لري، تاسې وواياست طالب له مرګ او وير پرته پښتون ته څه ورکړيدي، که خپله هم مري پښتون پرې ژړيږي، که بل هم وژني پښتون پرې ژاړي، د جګړې دواړو اړخونو ته زموږ خويندې ميندې بورې ورارې کيږي، دواړو خواوو ته زما ورور او زما پلار وژل کيږي، اخر موږ خدای د همدې جګړې او مرګ او د يو بل وينې تويولو ته پيدا کړي يو؟ تاسې وواياست، ډاکټرحنيف دې ووايي،ملامطمين دې ووايي،ايا تڼيوال په دغسې مرګ ارزېده؟ ايا هغه ددې وړ و، چې په دومره ناځوانۍ ووژل شي؟ کله هم نه، ملت او خدای به کله هم دهغه قاتلان ونه بښي، هغوی د رڼا ډېوه ووژ� �ه، هغوی يو استاد وواژه، يو مهربانه او سپين ږيری استاد، يو داسې استاد چې خپل ټول عمر يې د خپل قوم او ملت په خدمت کې تېر کړ؛ هغه استاد،چې د جهاد پر مهال به يې له چين نه د خپل ولس لپاره د څارويو نوی نسل راوړ، چې دا ولس � �مه ولري، عايد ولري، اقتصاد يې غښتلی شي او نور چا ته په لاسنيوي او سوال اړ نه شي، خو نن د همغې سيمې يو ناخلفه او( نمک حرام) خپل خدمتګار ته څه تحفه ورکړه، ګومان به کوي، جنت ته به ځي، خو زه قسم کوم،چې جنت به په سترګو هم ونه ويني، ددغسې نامردو او نمک حرامو ځای دوزخ دی او دوزخ به په خلاصو مټو ددوی هرکلی کوي.  ګران شهيد استاد ته لاس په دوعا شئ، هغه د ولس لپاره قرباني ورکړې ده، ولس يې بايد اروا خوشاله وساتي، پکتياوال يې بايد د ملي او علمي سټې په توګه نمانځنه هېره نه کړي، هغه د لويې پکتيا قومونه متحد ساتل غوښتل، پکتياوال دې د هغه دغه هيله او ارمان پرځای کړي.   ", استاده! ښه يې له دې بدمرغه ولس نه لاړې!! 4775,احمد فؤاد لامع_ کابل," زه د مرګي له تيارې کندې څخه نه وېرېږمپام چې ډارن نه يمه خو لږ څ ه صبر وکړهځکه تر اوسه مې جنت ته تلوسه نشته ﻻزه د بې وسو بچو خولې ته مې ګوله لټومزه يې و تن ته د زاړۀ ټوکر جامه لټومزما د بچې سترګې چې سرې وې د پرون له لوږېاو پر ما يې غږ کړ چې "" راګوره اباماته دې سپينه کتابچه د ښوونځي هېره نشي!!""هغه مې هېرې نه دي!زه به يې مور ته خامخا دارو درمل رسومپام چې ډارن نه يمهخو لږ څه صبر وکړهتا که د نورو په وژلو کړولو باندې د جنت حورو ته خپل غيږ پرانيستېخو زما د رنځورې ربړېدلې م يرمند درد نارې يادې ديزه د جنت حورې دا دومره ژر نژدې نه غواړمته که د کفر په وژلو کې ميړانه ښيېخو زه م سلم مې وينه نه در بخښمما لا تر اوسه د جنت له حرصه نه اسلاميت نه انسانيت هېر کړیباور په خدای کړه چې په لوږه مې ننله کوره دغه کراچۍ ايستې دهزه د مرګي له تيارې کندې څخه نه وېرېږمخو په الله مې قسم چې په هغې دنيا بهله دې تڼاکو نه په ډکو لاسوستا د کفن ګرېوان په ډاګه نيسمزه به د خدای پر وړاندې تا وپوښتمچې دې جنت ته د ورتلو په بدلولې بچيان دې يتيمان کړل راتهولې دې کونډه کړه رنځوره ميرمنولې دې بوره کړه سر سپينه بوډۍولې دې وراره کړه بې وسه نجلۍزما د بچو لاس به د چا په وينو سور شي وروسته؟هغه د کور ميرمن م ېخدایزده چې چېرې به څادر دسوالګرۍ هوار کړي؟ته که د کفر په وژلو کې مېړانه ښيېتا که جنت ته خپل زړګی تود کړیخوزه مسلم مې وينه نه دربخښمزه به په ورځ د قيامتهرو مرو د خدای په مخ کې له تا وپوښتمهبس دا ده سا مې خيژېنور نو په وينو رنګ شومخدایزده چې زما بچي به زما د کفن پيسې له کومه راوړي؟خدایه ته رحم وکړېخدايه ته رحم وکړې ",ځانمـرګــــــي ته 4776,"حبيب الله غمخور"," په ډېري خواشينۍ سره مو  خبرتر لاسه کړ چېپرون د(د وږي دمياشتي  په  ١٩ نيټه افغان روڼ اندۍ دپکتيا والي او کابل پوهنتون پخوانۍ استاد حکيم تڼيوال په خپل ټا ټوبې پکتيا کښي دهيواد د ټولنيز عدالت او دموکراسۍ دمخالفينو  ددښمنانو له خواد ځانمرگي بريد په پايله کښي  په شهادت ورسېد! انا لله وانا اليه راجعون .حکيم تڼيوال د طالبانو د حاکميت له راپرزېدو نه وروسته د خوست  والي او بياد افغانستان د کانو او صنايعو د وزير په توگه دلنډې مودې لپاره پر دنده پاته � �و،تقريبأ دوه کاله کېدل د پکتيا د والي په توگه يې دنده ترسره کول .حکيم تڼيوال د کابل پوهنتون دتعليم او تربې له پوهنځۍ نه فارغ شو ،اوله جرمني څخه يې په ټولنپوهنه کې د ماسټري سند ترلاسه کړ؛ هغه د کابل پوهنتون داستاد په توگه هم دنده سرته ورسولې . حکيم تڼيوال په پېښور کې د افغانستان  دازادو ليکوالودمسولينو له ډلې څخه وو.او د افغانستان پر سياسي او ټولنيزو مسايلويې گڼ شمير مقالې ليکلي وې  .مرحوم تڼيوال يو عمــــرپه بهر کښي دهېــــواد دسوکـــــــالۍ ، آبادۍ ، پرمختګ او رښتيانۍ خپلواکۍ په لار کې نه ستړې کېدونکي هـلې ځــلې کړېدي . دجلاوطنۍ پر مهال يې دافغانستان دپوهنتونونوداستادانود ټولنې ،او افغانستان دآزاد دليکوالو ټولنې په جوړېدو کې مهــمه ونډه درلوده .مرحوم تڼيوال دشوروي پوځ  تر بېرته ستنېدو وروسته پــــه افغانستان کې دسولې ، ملي واکمنۍ او دموکراسۍ دټينګښت  لپاره ډي� �ي  هلې ځلې ترسره کړې .د هيوادد دښمنانو په لاس د داسې علمي  شخصيت  وژل موږ له بهر نه دافغان ولس دښېرازۍ ، هوسا ينې او پر مختگ پر خلاف د يوې اوږدې توطيې دپروسې دپلي کولويوه برخه  بولو، چې د افغانستان په  بېلا بيلو سيمو او ولاياتو کې د هيواد دعلمي ،اجتماعي او اقتصادي  پرمختګ  د دښمنانو له لورې په  اګاهانه توګه تر سره کېږې  .  په سويډن کې ددوستۍ فرهنگي ټولني مشرتابه په داسې حال کې چې  ځانونه  د استاد تڼيوال  دکورنۍ دټولو غړو، دهغه ددوستانواو علاقمندانو سره  په غم کښي شريک بولي،  په هيوادکښي ديو روڼ اندې چارواکي وژنې په کلکه غندلوسره ،دولتي جگپوړي چارواکي پدې  مکلف بولي چې ژر تر ژره دهغو څخه چې دداډول ترهگرو په روزنه اوپالنه  کښې برلاسي دي ،  دهغوي دنيولو او افغانې چارواکو ته  دسپارلو غوښتنه وکړي  . موږ يو ځل بيا د افغان ولس  په وړاندې دغه شان  کرغېړنو اوحشيانه  جنايتونو په غندلوسره داستاد حکيم تڼيوال روح ته په دوعا کولو سره  دلوي څښتن له  دربار نه هغه ته  فردوس جنت غواړو، دکو� �نۍټولو غړو او علاقمندانوو ته يې د زغم  اولوي صبر هيله  کوو. ددوستۍ دفرهنگي ټولني دمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور ",ددوستۍ فرهنگي ټولنی دخواخوږۍ پيغام 4777,,"  د سلام فرهنګي ټولني دغمرازئ پېغام     د غم له پاسه غم ؛ د افغان اولس دښمنانواستاد حکيم تڼيوال په نامردئ شهيد کړ انا ا لله انا اليه راجعون زموږ د جګړې ځپلي هېواد پر اسمان د پوهي يو بل ځلانده ستورۍ را ولوېد  . د هېواد وتلئ ټولنپوه او د کابل پوهنتون پخوانئ استاد خدای بخښلئ حکيم تڼېوال  د دښمن د دسترګو اغزئ شو ، او په نامردئ کي يې ژوند ځني واخست . د استاد تڼيوال م ړني زموږ د هېواد په پوهنيزه ډګر کي يوه داسي تشه را وستل چي ډکول او پوره کول يې شونئ کار نه دي . سلام ف� �هنګي ټولنه  او اړوندان يې  د استاد تڼيوال سپېڅلي روح ته د فردوس جنت دعاکوي او د لوئ څښتن ( ج ) څخه د استاد کورنۍ ، دوستانو او شاګردانو ته  د دې ستر غم د زغم او صبر غوښتنه کوي .   امين يارب العالمين د سلام ف� �هنګي ټولني په استازيتوب پوهنوال رسول باوري ", د سلام فرهنګي ټولني دغمرازئ پېغام 4778,رحمت آریا," دشمالی اتلانتیک دتړون دسازمان اودافغانستان د اسلامی جمهوریت ګډه خبرتیا ژباړونکی : رحمت آریا لنډیز : دګډۍ همکارې دګډون لپاره ا� �انه (چارچوب)  ناتو، ، د۲۰۰۵ کال دملی جرګۍ دټاکنو، د بن دلړی دبشپړولو ،دلندن دکنفرانس دپایلو ، په ځانګړی ډول دافغانستان دتړون په اړه دبریا وو دتر لاسه کولو لپاره په خپلې ژمنې ټینګ پاته کیږی تر څو دافغانستان دولت اوله نورو نړیوالو سازمانونوسره په ګډې اوږه په اوږه همکاری ، دسوله ایز ، ټینګ او ولس خوښی افغانستان په پښو درولو کې مرسته وکړی . ناتو په مینځنې او سهیلۍ آسیا او په پراخې کڅې په نړیوالې ټولنې کې ،په افغانستان کې د ټیکاو اوټینګښت پر ارزښتنمتوب ،او ټینګښت ته دویرو دهغو ننګونو درغښت (ماهیت)منښته (تصدیق)کوی له کوموسره چې دافغانستان دولت مخامخ دی . دافغان ددولت اوږد پړاوې موخه دخپل ټیکاو دپیټی دبشپړې پازوالې (م سوولیت) په غاړه اخیستل دی . ددغې موخې دترلاسه کولو لپاره ، دپیاوړۍ او څرګندۍ نړیوالۍ ژمنۍ دپایښتنې ارزښت دی چی په افغانستان کې ، هم د نړیوالو پوځونو دپلی کولو له لیارې او هم دافغان دملی امنیتی او دفاعی اغیزمنو بنسټونو دپرمختګ له لیارې ، ټیکاو ته وده ورکول دي . پدی اړه دناتو هوډ ته یوځل بیا په ټینګار او دولس مشر کرزی غوښتنې ته په ځواب کې چی دپراخو اواوږدمهالو اړیکو دلرلو وړاندیز یی کړی وو، د۲۰۰۵ کال ددسامبر په میاشت کې دټلوالې دبهرنیو چارووزیران له افغانستان سره دهمکارې دکړنلارې په جوړولو هم غږي شول . دغه کړنلاره ، له افغانستان سره دناتو ځانګړې اړیکې ته پراختیا ورکوی او دافغانستان دملی چارواکې ، خپلواکې اوځمکنې بشپړتیا لپا� �ه دټلوالې دملاتړ څرګندونه کوی . دناتو اود افغانستان اړیکي ددغې کړنلارۍ تر برابرولو پوری نه لنډیږی .  ۲- دافغانستان دولت او ټلواله منی چی ټیکاو یواځی له پوځی لاری نه شی را مینځ ته کیدای . د ټیکاو راوستنه ، ښې چارواکې (حکومت) ، نیاو (عدالت) ، د لاردود (قانون) خپرېدنې چی بیا روغونه اوپرمختګ ورسره جوګه وی او همدارنګه نړیوالې په ځانګړې توګې سیمه ایزې همکارې ته اړتیا لری . پدې اړه ، د۲۰۰۲ (م) کال ددسامبر په میاشت کې په کابل کې، دافغانستان او له ګاونډیانو سره دښه ګاونډیتوب د اړیکو لاسلیک شوې خبریتا ،ښه ونډه لوبولې ده . همدارنګه افغانستان ، ویره اچونه ، اورپکي (بنسټ پالنه) او دنشه یی توکو لیږدونه دټیکاو لپاره ستره ننګونه بولی، او ددغو ویرو د له مینځه وړلو لپاره، له نړیوال ملاتړ او مرستې څخه دبشپړې ګټه اخیستنې او له نړیوالې ټولنې سره وهمکاری ته دخپلې وړتیا دپیاوړی کولو په موخه ، ځان ژمن بولی .  ۳- افغانستان منی چی په اوسنی وخت کې نشی کولای دخپل ټیکاو اړتیاووته په بشپړه توګه ځواب ووایی او په افغانستان کې دټیکاو دراوستلو لپاره دناتو له ون� �ه اخیستنی څخه په درنښت منندوی دی . افغانستان ژمن دی چی دخپلو ملی ګټو د ساتنی په خاطر خپلو امنیتی او دفاعی بنسټونو ته په بیړنې  توګې پراختیا ورکړی ، د آیساف او له نړیوالو پوځی ځواکونو سره اوږه په اوږه په � �یرې اغیزمنې توګې ګام اوچت کړی تر څو دپه خپل مټ ګام پورته کولو لپاره ، خپلې وړتیا وده ورکړی . افغانستان ددې د� �یځ دغوره کولو لپاره چمتو دی چی له ټلوالې سره خپلی همکارې ته دناتو دغړو هیوادونو دپوځونو په مینځ کې دعملیاتی وړتیا دودی په موخې ، همدارنګه هغه فعالیتونه چې ددفاعی ریفورمونو دبیاروغوونی ملاتړ کوی ، ددفاعی بنسټونو جوړونه او د ټیکاو دڅانګې دبیا روغونی پوځی اړخونه ، او همدارنګه نوري هغه برخي چې دواړه خواووي پری سلا شویدی ، لا پراختیا ورکړی . افغانستان په اوږده مهال کې ، ددې هیله منددی چې (دنړی په نورو سیمو کې – ژباړونکی) دټیکاو اوټینګښت لپاره ، دناتو تر مشری لاندی د سوله ساتنی په عملیاتو کې خپله ونډه ګډه کړی .  II – دهمکارې بنسټیزي تلن لاري (اصول ) ۴- دغه تګ لاره به : الف : درغښت او دتوښو (منابع) د شتون له اړخه ، او په هغو ځایونو کې چیری چې ناتو دپام وړ ونډه واخیستلای شی او هم د موخې او هم دوړتیا په اډانه کې ارزښتونه پری ورزیات کړای شی ، او داوسنې بودجې تر چت لاندی که اړینه وبریښی ، دلومړیتوبونو دیوځل بیا کتنې له لیاری – ریښتونی وي .  ب : دافغانی چارواکو دتلن لارې دڅښتنولې پر بنسټ جوړه او د هغوی دوړتیاوو څرګندوی وی . ددغې موخې د ترلاسه کولو لپاره باید داسی تګ لاره غوره شی چی په نښه شویو اړتیاوو ته ځواب وویلای شی او له هغو افغانی چارواکو سره په نږدی سلامشورو کې چی ددغې تګ لارې لپاره ځواب ویوونکي ، ګماری ، پلۍ شی .  ج : دآیساف دعملیاتی ونډی ب� �پړوونکې وی او کومي هغه لاس ته راوړني چې آیساف دخپل شته والی له لیاری تر لاسه کړی ، په ځانګړی ډول په مرکزی افغانستان کې ټیکاو او په کابل کې ددفاعی بنسټونو په لاټینګښت کی مرستندویه شی .  د : هغه فعالیتونه او د هم کارې هغه تګ لاري چې دنورو ښکیلو خواوو له پلوه پلی شوی ، شونو همکاریوته وده ورکول ، او د ورته نه اړینو هڅو م خنیوی ، په پام کې ونیولای شی ؛ او همدارنګه دلندن د کنفرانس پایلي بیا په ځانګړی ډول له نړیوالې ټولنې سره دافغانستان تړون چی دګډې همکارې او څارنې د څار ډلي (دمدیره هییت ) له پلوه سمبال شوی ، په پام کې ونیسی . III دهم کار چاري ۵ : دغه تګ لاره به : الف : دسولې لپاره دګډې همکارې داوزارو ، او دسولې لپاره دګډې همکارې دپه ځیر ټاکل شویو چارو پر بنسټ جوړه وی تر څو دافغانی چارواکو په نښه شویو اړتیا وو ته ځواب وویلای شی . ښایی په دې کې په هغو چارو کې دافغانی ګډونولې ګډون ولری کومي چې دناتو دچارواکو او یا دځانګړو هیوادونو دچارواکو ، او دهغو له پلوه کوم چې په / او یا دمرکزی آسیا له پاره سمبال شوي دي .     ب : د ناتو دټلوالي ډ� �ي به په کې ګډون ولری تر څو دفاعی ریفورم پوری د اړوندو سکالو (موضوعات) په اړه ، ددفاعی بنسټونو پر جوړونو او دټیکاو دڅانګې پر پوځی اړخونو او همدارنګه هغو افغانی تخصصی ډلو ته چې د ناتو له مرکزی دفتر څخه لېدنه کتنه کوی ، تخصصی سلا او مشوري ورکړی .  ج : هغه چاري چې د ناتو تر لارښوونې لاندی یواځی د افغان ګډون والو لپاره ځانګړي شویدي ، لکه هغه سیمینارونه او کورسونه چی د ناتو د(اوبرامیرګا) په ښوونځی کې تر سره کیږی ، دناتو ددفاع په پوهنتون کې ګډون او هغه چاري چی د ناتو دهیوادونو له پلوه تر سره کیږی ، او دې ته ورته چاری چې په افغانستان کې تر لاس لاندی نیول کیږی ، ګډون ولری . او د : د،له ترلاسه شویو ملی ازمیښتونو (تجارب) او وړتیاوو څخه ، دعملیاتی څارنې او دکالخواوو (سرپرست) ډلو په ګډون ، ګټه اخیستنه .   دپلی کولو او جاج اخیستنی م� �اتړ  ۶- ناتو او افغانستان به په بیلابیلو کڅو یو له بله په نږدی سلا مشورو کې ، دروانو خبرو اترو او سلاګانو لپاره لاره پرانیزی تر څو دسلا شویو تګ لارو چارو دبشپړه پلی کولو اوپرمختګ ، څارنه او سمه جاج اخیستنه وکړی .  ۷ : په دغو سلا مشورو کې به دناتو د غیر پوځی لوړپوړو استازیو ، د هغه دواک د کڅی پر بنسټ ، او همدارنګه په بروسلز کې دافغانی ماموریت د څانګې له بشپړې کارونی څخه کار اخیستل وی .  ۸- دافغانستان داوسنې اقتصادی وړتیا په پام کې نیولو او په افغانستان کې د ناتو دعملیاتی ښکیل تیا په پام کې لرلو ، ټلوالي [هیوادونه – ژباړونکی] به ددغې تګ لارې دبشپړې پلې کولو له لیارې د دوه اړخیزو، شته(دارایی) ، مل (اضافی) توښو (م نابع) شونی توب ، اودخپلو دوه اړخیزو مرستندویه پرګرامونو دهمکاری دشونی توب ، دوړو (مناسب ) کورپاکو جوړښتونو (میکانیزمونو) [ په پراخې کڅې او اسانی لاس بریدنې ته تر ټولو لوړ دلومړیتوب حق ورکول – ژباړونکی ] له لیاری ، د هغو برخو په ګډون چیری چې دتوکو ،و، زیاتوالی ته اړتیا وی د توکو دبرابرولو دملاتړ ، او دافغانستان د ملی دفاعی او امنیتی بنسټونو ټینګښت – په پام کې ونیسی . چاروته دعادی بیاکتنی په اړه ، ددغه پروګرام دپلی کولو لپاره ، دسولې لپاره دګډون دهمکارې دمالی سیاست ملاتر به هم وشی . د پروګرام په بیا کتنې کې به دهغه پر ما� �ی جوړښتونوبیا کتنه ګډون ولری . د[تلوالې ] هیوادونه به د سولې دګډون دهمکاری لپاره سارسیا ایزی (معتمده ) ګډون وال (شرکتی )مالی جوړښتونه په پام کې ونیسی .  ۹: ددغې تګ لارې پلی کول ښایی د ناتو- افغانستان دسمبالتیا دچارو داسی پرمختګ ته اړه وی چې په هغو کې د اوڅارنې (معلومات )/ لاس وندو (اسناد) راکړه ورکړه او ساتنه ګډون ول� �ی .  V—ځواکونه او شته (دارایی ) ۱۰- په دغې همکارې کې دګډون لپاره ، افغان چارواکي ، نا تو او دهغه ټلواله (هیوادونه –ژباړونکی) به یو له بل سره په سلا مشورو کې دهمکارې دداسې اوزارو په رامینځ ته کولو او کارو� �و لاس پوری کړي تر څو د افغانی بنسټونو ، ځواکونو ، شتو (دارایی) او د زده کړو داسانتیاوو و برابرولو ته وړ ،او په ګوته کړای شی . په دې کې به دهغو [څانګو/هیوادونو –ژباړونکی] په نښه کول ګډون ولری چی په اډانه کې دننه داړینی عمیاتی وړتیا دکڅی او د افغان د ملی پوځ دپیاوړی وړتیا دپرمختګ لپاره ، دسیستماتیکې کړنلارې په جوړولو او د جاج اخیستنې لړۍ په کې برخه واخلي . وروستنی پایله ایز حالت ، یو دمنلو وړ او مسلکی پوځی ځواک دی چې د افغانی چارواکو ملاتړو کولای شی او په هیواد کې ټیکاو او ټینګښت و ساتلی شی ، له نړیوالو نورمونو (معایر) سر ه برابر او پرته له بهرنې مرستې څخه وي .  VI—دهمکارې بنسټیزی څانګي ۱۱- دهغې تلن لارې (اصول) تر سیوری � �اندی چې په څلورم ټوکر لیک (پاراگراف ) کې ویل شویدی ، دغه تګ لاره (پروګرام) به پر - دفاعی ریفورم ، ددفاعی بنسټونو پر جوړونی ، د ټیکاو د څانګې دریفورم پر پوځی اړخونو ، او همدارنګه پر نورو هغو برخو چې د ناتو او د افغانستان له خواوو په دوه اړخیزې توګې په نښه کیږی ، د افغان د ملی پوځ او د ناتو د غړو هیوادونو په مینځ کې د کا� �کولو دعملیاتی وړتیا په ګډون – نیغه وی . ددفاعی تګ لارې په جوړولو او په ریفورم کې د ناتو دپراخې تجربې په پام کې نیولو ، دغه تګ لاره به د افغان دولت دهڅو ملاتړ په لاندی نیو برخو کې وکړی : o  د افغان دملی دفاعی او دټیکاو ، وړند (مناسب )و، رڼو (شفاف)، اغیزمنو اوپه ډیموکراتیکې توګی څارل شویو بنسټونوپر مختګ چی له ښې کاری وړتیا څخه برخمن او له نړیوالو نورمونو سره برابر او په دغه برخه کې د سرمشریزو هیوادونو دهڅو بشپړوونکي وي .  o  د ملی ټیکاو د ستراتیژی او د ملی پوځی ستراتیژی او د اړوندو ستراتیژیکو تګ لارو دجوړښتونو او پړاوونو په ګډون – دیو پوهی وړ دفاعی او امنیتی بنسټ جوړونه .  o  دناتو او د افغان د ملی پوځ په مینځ کې د کاری عملیاتی وړتیا پياوړی کول چې هغو ی ته دافغانستان د ملی ټیکاو د مخ په زیاتیدو دپازوالی (مسوولیت) دپه غاړه اخیستنې لپاره لاره پرانیزی ؛ په دې کې به دځواکونو ګمارنه ، د ، شتو (دارایی) او دزده کړو داسانتیاوو ب� �ابرونه چی په موخه به یی وکولای شی په     سیستماتیکې تګ لارې جوړه ونې او د جاج اخیستنی په لړیو کې دګډون وړتیا ولری ، او په دې کې به داړینو توکو پیژندنه ، لوژستیک ، د زده کړو اودښوونې او روزنې اړتیاوي ، د نا تو / دسولې لپاره د ګډون د همکاری په ټاکل شویو تمریناتو کې ګډونولې وی چی پر بنسټ به یی د سلاشویو کاری عملیاتی وړتیا ووموخي تر لاسه شی .  o  ددوه اړخیزو تګ لارو له لیاری دمرستی ب� �ابرونه چې دافغان د ملی دفاع دپوځونو وړتیا پیاوړی او په ټاکلی وخت کې د هیواد په هر ګوټ کې دپلی کیدلو وړتیا و� �ری . په دغو مرستو کې دالوتکو دچلونکو او غړو برابرونه او تخنیکی زده کړي ګډون لری او همدارنګه د ناتو د غړیو هیوادونو د سمبال شویو دوه اړخیزو مرستو برابرونه ده چی په کې به دپوځی توکو او بنسټیزو اسانتیاوو او تخنیکی مرستو برابرونه او د منښت وړ اړتیاووته ځواب ویل بر خه ولری .  o  دکوچنیو او سپکو وسلو ، پوځی مهماتو ، دتوکو دبرخو دلړلیکونو (فهرست ) APL،دهوایی دفاع – انسان وړونکو جوړښتونو (سیستم ) ADS MANP دکافی زیرمو دسمبالو� �و رامینځ ته کول ، د اضافی زیرمو دخوندی له مینځه وړلو د اړتیاو دڅیړنو په ګډون ، او ددغو زیرمو د ویرو د کمولو لپاره د ساریسا ایزی (معتمده) شرکتی بسپنې د برابرولو د شونی توب څیړل .  o  دټلوالې دهیواونو له ملی بنسټونو سره اړیکو ټینګولو ته لاره پرانیزل ، همکاری کول او دتجربو راکړه ورکړه چی د وسلو دڅارنې دتړونونو ، د لوزنامو دپلی کېدلو دڅار ملاتړ وکړی اوپر پوځی لارښوونو باندی د څو ولسیزو دوسلو د لیږدیدو دڅار رژیم او دتوکو او دتکنالوژی له دوه اړخیزې کاروړنې سره جوړه کېدل .  o  له عملیاتی تګ لارې N OPLA سره په سمون کې ، دنشه یی توکو پر ضد ، دافغانستان ددولت دهڅو ملاتړ . o  له انسانی قاچاق سره په جنګغاړه کی دپوځی ګام ونو دپورته کولو په اړه ، دناتو دپالیسې پر بنسټ ، ناتو به د همکاری دپرمختګ او ساتنې کوټلی ملاتړ کوی او دانسانی قاچاق په جنګغاړه کې دپازوالو (مسوول) چارواکو دهڅو ملاتړ . o  د سرحدی ټیکاو په برخو کې د سر مشریزو هیوادونو دهڅو بشپړوونکې او مرستندوی ، غیر پوځی (ملکی) څارنې او اړوندو جوړښتونو ته وده ورکول لکه ،� �ڼه قانون جوړونه ، هغه سازمانونه چی د    سرحدی ټیکاو او څار پازوال او دقانون دپلی کولو دعملیاتو سمبالتیا په غاړه لری ، او د اړینو زده کړو پیژندنه .  o  دناتو له کړنلارو سره سم او دټلوالی دملی بنسټونو په پام کې نیولو سره ، د غیر پوځی بیړنې تګ لاری دجوړولو په برخه کې دهمکاری پراخول . o  دفاعی او دټیکاو دبنسټونو و پرسونل ته ژبنې زده کړه ورکول تر څو د سلاشویو موخو دکاری عملیاتی وړتیا ملا تړ وکولای شی. o  دهوایی ترافیک د سمبالولو اغیزمنې پوځی/ غیر پوځی (ملکی) همکارې ته پراختیا ورکول . o  ددفاعی او د ټیګاو دسکالو (موضوعات) په اړه ، ددفاعی ریفورم ، ددفاعی بنسټونو د جوړونی او د ټیکاو په څانګې کې پوځی اړخونه ، د افغانستان د ملی دفاع دپوځونو او دناتو دپوځونو، دافغانستان دسیمه ایز پ� �اخوالی په اړه ، - د وګړو دپوهاوی لوړول او په دغه اړه وګړوته د کلیدی پيغامونو دودې ورکولو د لیاری په ګډون . او o  [ دناتو دساینس Virtual Highway Skill project په افغانستان کې د مجازی لویی لاری د پروژی یا او تکنا� �وژی هغه پروژه چی د کمپیوټر د انترنت د ځالګیو یا شبکو له لیاری په کار اچول شویده – ژباړونکی ] په کارول تر څ واو څارونو (معلومات) ته په آسانی لاس ته راوړل شی او ددغی تګ لاری د بریالی پلی کولو جوګه شی .  جپ دیل هوپ سکیفر  د شمالی اتلانتیک دتړون دسازمان سکرتر جنرال حامد کرزی د افغانستان داسلامی دولت جم هور رﺋیس ",د ناټو او د افغانستان د دولت ترمنځ تړون 4779,," تېره ورځ دخوست دتڼيوولسوالۍ دحصارك په كلي كې دپكتياوالي ارواښادحكيم تڼيوال دتدفين په مراسموكې دترسره شوي ځانمرګي بريدله امله څه دپاسه شپېتۀ (۶۰) تنه ټپيان اواووۀ تنه مړه شول .تردې دمخه ټپيان اومړي دڅوارلسوتنوپه شاوخواكې ښودل شوي ووخودخوست ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفترمسؤل سمونوال وزيربادشاه لخوازموږدترلاسه شوومالوماتوله مخې دخوست ولايتي � �وراريئس داودخان شهيدزوى،دامنيې قوماندانۍ دامنيت امرسمونوال محمدزمان ،په پكتياكې دملي پخلاينې كمېسيون م شرحبيب الله منګل اودافغانستان دملي تلويزيون يوتن خبريال  پرټپي كېدوبرسېره دټپيانوشمېره څه دپاسه شپېتۀ اودمړوشمېره اووتنوته رسيږي  چې پنځه تنه دامنيې قوماندانۍ سرتيري اودوه تنه ملكي وګړي دي ،چې شپږتنه دپېښې په ځاى كې مړه شول اويوۀ تن په روغتون كې ساه وركړه .يادشوي ټپيان دخوست ولايت ملكي روغتون ته،ځيني شخصي � �وغتونونوته،يوشمېريې په خوست كې دمېشتواېتلافي ځواكونودصحراباغ كلنيك اوځينې هم دباګرام هوايي ډګرروغتون ته ددرملنې لپاره وړل شويدي  .وزيرباشاه زياته كړه  چې په خوست كې دټپيانوروغتيايي حالت دډادوړ . ",په خوست كې دځانمرګي بريدپه ترڅ كې مرګ ژوبله . 4780,," په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومى ناستې د ګډون په موخه به افغان ولسمشر حامد کرزي ډير ژر امريکا ته سفر وکړي . د دولت وياند کريم رحيمى نن خبرى ناستى ته وويل ، چې افغان ولسمشر به د خپل سفر په مهال د امريکا او پاکستان له ولسمشرانو ، جورج بوش او جنرال پرويز مشرف سره وګورى . نوموړى د خبرو او کتنو جزيات په ګوته نه کړل ، خو دا يې وويل چې د کتنو او خبرو اصلى ټکى په افغانستان کې د سولې ټينګښت. د تروريزم او ترهګرى په وړاندې مبارزې سختوالى او يو شمير نور سيمه ايز مسايل جوړوي . رحيمى وويل چې افغان ولسمشر به له امريکا وروسته له کاناډا څخه هم ليدنه وکړي. ",افغان ولسمشر د امريکا په سفر ځي 4781,," د ميدان وردګو ولايت پوليسو د يو لړ عملياتو په بهير کې تيره شپه ١٢ تنه وسله وال د چک ولسوالۍ په مربو طاتو کې نيولى دي . ددغه ولايت د پوليسو مشر جنرال مح بوب اميرى منلې چې له نوموړو کسانو څخه يو اندازه وسله هم لاسته راغلې ده .د نوموړى په وينا نيول شوي کسان څه موده وړاندې د ورانکارو عملونو د ترسره کولو په موخه دغه ولسوالۍ ته ننوتى وو.له دې وړاندې په دغه ولسوالۍ وسله وال بريد شوي وو،او پرون رپوت ورکړشو چې د يوې بهرنۍ موسسې يو بهرنۍکارکونکى له خپل ډريور سره په دغه ولايت کې تښتول شوي دي. ",١٢ تنه وسله وال وردګو کې نيول شوي 4782,," طالب وياند قارى يوسف ويلى چې د نيمروز د دل ارام او د فراه ولايت د فرارود ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي. دغه دواړه ولسوالۍ د کندهار او هرات د لويې لار په سر پرتې دي او له هر پلوه ډير اهميت لري . د نيمروز ولايت مرستيال له بينوا سره ومنله چې د دل ارام له ولسوالۍ څخه دولتى پوليس د تکتيکى پلوه شاته شوي او د بيا نيولو له پاره چمتوالى نيسي . طالب وياند منلې چې د دل ارام ښا� �ګوټى پرته له جګړې او مقاومت ددوى لاس ته ورغلى او د فرارود په ښار ګوټى کې ډيره وسله او مهمات د طالبانو لاس ته ورغلى دي . کابل کې يو افغان لوړ پوړى امنيتى چارواکى له بينوا سره چې د نوم له ښودلو يې ډډه وکړه ومنله چې د ف� �ارود ښارګوټى ددولت په لاس کې نه دى او د دې خطر شته چې طالبان د فراه ولايت په مرکز بريد وکړي . ",دل ارام او فراه رودطالبانو نيولىدي . 4783,," په جګړه کې شکيل دواړه لورى دولت او طالب جنګيالى ادعا کوي چې د کندهار ولايت د معروف ولسوالۍ په جګړه کې يې يو بل ته درنده مرګ او ژوبله اړولې ده . جګړه ددوشنبې مازديګر پيل او د تيرې شپې تر وروستيو شيبو پورې يې دوام کړى دى او دواړو لورو سپکې او درندې وسلې په کې کارولى دي .طالب وياند قارى يوسف ادعا کړې چې ١٦تنه دولتى عسکر يې وژلى او ٦ موتر يې له مينځه وړى دي . د جګړې په مهال د و� �سوالۍ ودانى هم په توغنديو ويشتل شوي او د دويمى سرحدى لوا دوه تنه عسکر ټپيان شوي دي . د معروف د پوليسو مشر د جګړې پخلۍ کوي او وايى د جګړى په مهال دښمن ته ډير تلفات اوښتى او يوازې ٤ تنه پوليس ټپيان شوي دي . يوې باورى س� �چينى بينوا ته وويل چې سيمې ته د ٢ سرحدى لوا يو شمير عسکر رسيدلى اوپه طالب جنګياليو هوايى بريدونه هم ترسره شوي دي . سرچينې وويل چې نن سهار د زابل د شهر صفا سيمه کې د کابل - کندهار لويه لار هم تړل شوې وه او نور نه پوهيږي چې هلته څه روان وو. سرچينى ومنله چې د کندهار د ژړۍ او پنجوايى ولسواليو څخه ډير شمير طالبا ن د هلمند اوبند تيمو ر په لوري تښتيدلى او په سيمه کې فوځى ګډ عمليات لا هم روان دي. ",په معروف ولسوالۍ کې درنده جګړه شوې 4784,," د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ کې نن هغه مهال افغان او ايساف ځواکونه تر وسله وال بريد لاندې راغلل ، چې په سيمه کې يې يو لړ فوځى عمليات پيل کړي وو . د بلخ ولايت امنيتى کسانو ويلى چې د بريد په ترځ کې يو وسله وال وژل شوي او دنورو د نيولو له پاره په سيمه کې پلټنې پيل شوي دي . يو ام نيتى چارواکى بينوا ته وويل ،باور لري هغه کسان به ډير زر ونيول شي ، چې په سيمه کې د ورانکارو عملونو ټکل لري .چارواکى وويل په بريد کې افغان او ايساف ځواکونه ته زيان نه دى رسيدلى . ",بلخ ولسوالۍ کې وسله واله جګړه شوې 4785,ظاهر - کابل," قیمتی وینی   د غه ویني قیمتي دي د غه نذ ر قبو ل � �وی چه یې شک په قربا ني کړې هغه فکر بد ل شوی دوی ریشتیا هغه وعد ه کړه چه الله سره یې کړې دا چه غندي یې د هغو په مغزو دی څه چل شوی د ا چه ځان مسلما ن بولي بیا ولاړدبوش ترڅنګه مسلمان ندی ګمرا ه دی هم شیطا ن دی رټل شوی د وطن اسلام د پاره قربانی یی ده ورکړی اخرت کی هم کا میا ب دی په دنیا هم ا تل شوی خدایه معاف زما ګناه کړی چه سنګرمی خوشی کړی خنجر غوا ړم چه راستون شم دی سنګرته منل � �وی   کا بل۲۰۰۶ ",قیمتی وینی 4786,," د هلمند ولايت امنيه قومندان جنرال نبي جان م� �اخېل وويل د ګرمسېر ولسوالۍ د مفتش او شاوخوا كليو اوسېدونكو ته يې خبر وركړ چي د لنډ وخت لپاره سيمي خوشي كړي.ملاخېل وويل دولت په پام كي لري چي په دغه سيمو كي پراخ تصفيوي عمليات پيل كړي. ګرمسېر ولسوالي تې� �ه اونۍ طالبانو نيولې وه چي پرون يې دولتي چارواكو د بيرته نيولو ادعا وكړه. ",چارواكي: د ګرمسېر اوسېدونكي دي ووزي 4787,," د هلمند والي انجينر محمدداود نن د قومي مش� �انو په يوه جوړه شوې غونډه كي د دغه ولايت پر بزګرانو ږغ وكړ چي د كوكنار و له كر څخه لاس واخلي.نوموړي وويل افغان دولت جدي دى چي په دې ولايت كي د كوكنارو د كر مخنيوى وكړي او دا چي اوس لا د نورو كښتونو د كرلو وخت نه دى تېر، بزګران دي نور كښتونه وكري.بل پلو ته د هلمند ولايت بزګران وايي افغان حكومت دي د دوى و نورو حاصلاتو ته بازار پيدا كړي دوى به د كوكنارو كر پرېږدي، د هلمند ولايت د كرهڼي رئيس هم دا مني چي دولت نورو حاصلاتو ته د بازار په پيدا كولو كي پاته راغلى دى. ",د هلمند والي: كروندګر دي كوكنار نه كري 4788,د نتکۍ رالېږنه," له کابل نه د نتکۍ رالېږنهڅا� �ونکي وايي دناټوپوځيان په افغانستان کې په داسې خونړۍ جګړې کې ښکيل شوي دي چې ورسره دا خطرشته چې دعامو افغانانو ملاتړ او خواخوږي هم له لاسه ورکړي او د بيا رغوني چارې په ټپه ودرېږي .کله چې ناټو دافغانستان په جنوب کې د � �واوو قومانده ترلاسه کوله نو ګومان داسې ؤ چې هغوى به جنګي عمليات نه کوي او يوازې به د امنيت په برابرولو او دبيا رغونې په چارو کې برخه اخلي خو لکه کله چې دا ځواکونه د افغانستان جنوبي سيمو ته تلللي دي ، دوسله والو طا� �بانو له لورې ورباندې حملې زياتې شوي او دوى يې مجبوره کړي چې يوۀ خونړي جنګ ته ورګډ شي .درويټر خبري آژانس د � �اپور له مخې په لندن کې دستراتيژيکو مطالعاتو د انستيتيوت غړى ډګروال کريستوفر لانګټن وايي دابه ډېره مشکله وي چې يو چا ته چې کور يې په بمبارۍ وران کړې قناعت ورکړې چې ،ته يې ملګرى او خواخوږى يې .ناټو اټکل کوي چې د کندهار ولايت په دوو ولسواليو کې يې د يوې اوونۍ په عملياتو کې شاوخوا پنځه سوه وسله وال طالبان وژلي دي .خو طا� �بان د هغوى ادعا ردوى او وايي چې هغه سوچ تبليغات دي .له کله چې ناټو د افغانستان په جنوب کې د قواوو قومانده په لاس کې اخيستې ده د ناټو شل پوځيان وژل شوي .البته په هغوى کې څوارلس تنه هغه بريتانيايان هم شامل دي چې هيلي کوپتره يې ولوېده .هم ناټو او هم افغان مقامات د عملياتو په ترڅ کې د ملکيانو مرګ ژوبلې تائيدوي . حال دا چې هغه وخت چې ناټو تړون د افغانستان په جنوب کې قومانده ترلاسه کوله هيڅکله يې هم داسې تصور نه درلود چې د دوى په مرميو به عام افغانان هم وژل کېږي .څارونکي وايي دناټو د قوماندې د ترلاسه کولو اصلي هدف دا ؤ چې دا ځواکونه به دسړکونو،ښوونځيو،روغتونو او پلونوپه جوړولو سره د خلکو زړونه خپل کړي او په دې ډول به وسله وال طالبان مات کړي .خو اوس د بيا رغونې په ځاى ايساف يا نړيوال سوله ساتي هره ورځ د جګړو خبرپاڼې خپروي .د اوهايو پوهنتون د امنيتي چارو کارپوه( سين کې) وايي دناټو پوځيان په يوې خونړۍ نښتې کې ښکېل شوي دي او درګرده د وسله والو طالبانو د وژلو راپورونه ورکوي خو څه چې مهم دي دا دي چې په دې باب څه نه وايي چې څومره وسله وال طالبان يې له جګړې څخه لاس اخيستلو ته هڅولي دي .",ناټودبياجوړوني پرځای په جګړوکي ښکېل شوه 4789,افغان رساله," د افغان رسالې  ۸۸  ګڼه له چاپه راووتلې چې ډیر په زړه پورې مطالب  پګښې لوستلاې سی.  که  غواړي  چې  د افغان  رسالې هره ګڼه  ستاسو پر آدرس  درورسیږی، نو مهربانه وکړی  خپل د کلني ګدون بيه   چې ۶۰ ډالره کیږی په لاندې پټه ولیږی:   Afghan Post P. O. Box 30074 1027 Finch Avenue West Toronto, Ontario M3J 3L6 Canada   افغان رسا� �ه   / Afghan Post        -   ټورنټو   -     کاناډا    تیلفون ۹۰۸۱ – ۴۷۲ (۹۰۵) Tel: (905) 472 – 9081  / فکس ۴۶۸۴ – ۴۷۲ (۹۰۵) Fax: (905) 472 – 4684 /  بريښنا لیکafghanpost@rogers.com ويب پاڼهwww.afghanpost.com ", پرله پسې۸۸ يمه ګڼه ( افغان رساله) له چاپه راووتله 4790,," ", 4791,," ", 4792,ابراهيم ناسر,"   ابراهيم ناسر  له هغي ورځي را هيسي چي دوه کاله په خوا د پاکستان لښکري د وزيرستان سيمي ته ور دننه شوې تر څو وکولاي شي چي، د دوي له خولې، د القايده د مشرانو او نور اسلامي جنګيالو څخه دغه سيمه پاکه کړي او په افغانستان کي د هغو د بريدونو مخه ونيسي، د پاکستاني پوځ او اسلامي اورپکو تر مينځ جګړه د خبري رسنيو له پاره هره ورځنۍ موضوع وګرزېده٠ لوېديځ خبريالانو لاسونه پړکول چي نن و که سبا پاکستاني پوځ به د القايده او طالبانو لوړپوړي چارواکي ونيسي، د امريکا منګولو ته بې  و سپاري  او د بنسټپالني رېښې به له سيمي وباسي٠ د نړيوالو په تېره بيا د امريکايانو دغه غټي هيلي د وخت په تېرېدو په ناهيلۍ بدلي شوې کله چي په وزيرستان کي د طالبانو او القايده زور په زياتېدو شو او ورسره دننه په افغانستان کي په نړيوالي ټلوالي د اورپکو بريدونو زور و موند٠ دا ټول برسېره په دې چي هلته  ٨٠،٠٠٠ پاکستاني پوځيان د امريکا په مالي مرستو لېږدول شوي و. خوټوله نړۍ هغه وخت هک هيرانه پاته شوه چي کله دوي څو ورځي د مخه وليدل چي د پاکستان پوځ له طالبانو سره موافقه لاس ليک کړه، چي د هغې له مخي په سيمه کي سم دستي جنګ بند شو او پاکستاني پوځونه خپلو بېرکونو (تمځايونو) ته ولاړل٠ د خبررسنيو نوې موضوع د جګړي پايله جوړه شوه٠ ټولي خبر رسنۍ لکه يوه خوله چي وي  او وايي چي پاکستان و نه کړاي شو چي طالبان او ال� �ايده له وزيرستان نه وباسي، اودپاکستان پوځ دې ته اړ شو چي هغو سره يوداسي موافقه لاسليک کړي چي طا� �بان  ښکاره په کي برلاسي ښکاري٠ په بله مانا پاکستاني پوځ ماته وخوړه او وې نه شو کړاي چي څه له پاره تل� �ي و هغه تر لاس کړي٠ خو د ځينونورو سيمه ايزو څېړونکو په اند د پاکستان په تاريخ کي دا لمړۍ جګړه ده چي پاکستاني پوځ او ای٠ ايس ٠ ای (I.S.I) دومره په څالاکۍ تر سره کړه  او خپلي ټولي ټاکلې ګټي يې د جګړي په پاي کي تر لاسه کړې٠ د جګړي موخه هيڅ کله د طالبانو يا القايده له مېنځه وړل نه وو څنګه چي په افغانستان کي نړيوال ځواکونه ورته هيله مند و، او څنګه چي د خبر رسنيو په سر ليکونو کي ليدل کېدل٠  د جګړي اصلي موخې دا وې :٠١    په قبايلو کي د طالبانو م نګولي نوري هم ټينګي شي,٠٢   د کشمير او پنجاب هغه بنسټپالان چي د کشمير د جګړي له ختمېدو و� �وسته په پنجاب کي پټ او کله نا کله په خپل منځي جګړو اخته و په وزيرستان کي خوندي وساتل شي،٠٣   � �بايلي روڼ اندي، ليکوالان، او په تېره بيا ملتپاله پښتانه يا خو له مېنځه يوسي او يا يې له سيمي وتلو ته اړ کړي،٠٤  او په سيمه کي د د ډيورنډ کرښي ته څېرمه په اول ځل په زرګونو پاکستاني پوځيان ځاي په ځاي کړي٠  دجنګ بندۍ په موافقه کي په رښتيا په طالبانو يو څو تش په نامه شرطونه اېښودل شوي دي، او له پاکستاني پوځ دا غوښتنه شوي ده چي خپلو تمځايونو ته ولاړ شي، خو له سيمي څخه دي نه ځي٠ دواړو خواوو سره و منله چي په سيمه کي د دواړو شته والی  لازم و ملزوم دی٠   د قبايلو د چارو کارپوه او پښتون سياستوال ښاغلي لطيف افرېدي له خولې د لر او بر پښتنو د يو والي مخنيوائ پاکستان هيڅ کله يواځي په خپل پوځي زور نه شي کولاي٠ د دي مقصد له پاره د پوځ له شته والي سره سره دا هم په کار ده چي د قبايلو سيمه د مذهبي بنسټپالو مرکز جوړکړي او د هغو په مرسته بل هيڅ کوم ايډيا� �وژي يا خوزښت  ته اجازه ورنه کړي٠  په تېرو څو کلو کي پاکستان په دغه کار کي تر ډېر ه حده بريالی ښکاري٠ اوس خبره دې ته رسېدلې چي کله اسلامي اورپکو له وزيرستان نه دننه په افغانستان کي د ناټو په ټلواله فشار ز يات کړ نو د کاناډا پوځ د پاکستان دې شرط ته غاړه کېښوده چي پاکستاني پوځي کارپوهان ، سرتيري او ائ . ايس ٠ ائ دي له کاناډاي پوځونو سره په افغانستان کي دننه ګډ عمليات تر سره کړي٠ ور سره پاکستان تېره ونۍ د ډيورنډ په کرښه د اغزن تار غزولو کار هم پېل کړ٠ په وزيرستان کي د اسلامي اوپکو کلک مرکز جوړول ، په دې سيمه کي د ټول پنجابي او کشميري بنسټپاله ډلو خوندي کول، د � �يورنډ په کرښه د امريکا په ډالرو ٨٠،٠٠٠ سرتېرو ځاي په ځاي کول، د شاعالم او حيات الله په څېر تر دوه سوو زيات  بېګناه روڼ اندو او ملتپاله پښتانه په ډېره بېرحمۍ  وژل ، بې له طالبانو د بل  هر رنګه سياسي ګوندونو او مدني ټولنو له مېنځه وړل، ناټو دې ته اړ ايستل چي پاکستاني پوځيان بايد افغانستان ته ور دننه کړي ، او ټوله نړۍ له دې خبري وېره ول چي ګوندي پښتانه مذهبي بنسټپالان د پاکستان حکومت ته يو جدي خطر دي  او په دې پلمه په ملياردو ډالر ټولول  که د وزيرستان په جګړه کي د پاکستان ستر ست� �اتيجيک برياليتوب نه وي  نور به څه وي؟ ", د وزيرستان جګړه چا وګټله؟ 4793,,"  ډگرمن مولا داد خان سلطا نزی، پوهنوال ډاکټر نظر محمد سلطانزی او ديپلو م فارماسی فضل محمد سلطا نزی وروڼه ډاکټر صالح محمد سلطانزی او یما سلطانزی زامن ډاکټرغازی محمد سلطانزی، ولی محمد سلطانزی، ظفرمحمد سلطانزی او ناصر محمد سلطانزی ورېرونه نېک محمدخان سلطانزی، وزیر محمد سلطانزی او باز محمد سلطانزی د تره زامن عبدالحق ببرکزی زوم  د سلطانزې کورنۍ د نامتوغړي ډاکټر حاجي محمد سلطانزی له ناڅاپي مړينې له کبله دوستانوته خبر ورکوي چې د فاتحې مراسم - ښځینه او نارینه لپاره - د شنبې په ورځ د روان کال دسيپټمبر په 30 نيټه (Samstag, den 30.09.2006) د مازدیګر له پنځه بجو (17 Uhr) څخه تر روژه مات پوري دجرمني د اسن (Essen) په ښار کي د حاجي گدا محمد په جومات کي اخیستل کیږي. د ارواښاد ډاکټر حاجي محمد سلطانزی جنازه د روان کال دسيپټمبر دمیاشتي په اتمه نېټه (8.9.2006) د پکتیا ولایت په ځد� �اڼو کي په خپله پلرنۍ هدیره کي خاورو ته وسپارل شوه.  اِ نا لله و اِ نا الیه راجعون  پته : Riedingerstr. 845141Essen Ruhr- Germany  ",نن شنبه دارواښادحاجي محمد سلطانزي فاتحه اخستل کيږي 4794,," ", 4795,," له ترهګرى سره د مبارزې په وړاندې افغان ام نيتى چارواکو نن هغه ورانکاره ډله خبريالانو ته وښودله چې د دوشنبې په ورځ يې له يو شمير چاوديدونکو توکو ، وسلو او ريموټ کنټرول وسايلو سره د لوګر ولايت د محمد اغې په ولسوالۍ کې نيولې وه . يو افغان امنيتى چارواکى بينوا ته وويل دغه لس کيزه ډله افغانان دى ، چې له يو څه مودې د امنيتى کسانو تر څار لاندې راغلې وه . همداشان د کابل په پغمان ولسوالۍ کې هم د وسلو يوه ستره ديپو د افغان امنيتى چارواکو لاس ته لويدلې ، چې د دوى په وينا عاملين يې لا تر اوسه نه دي نيول شوي . ",چارواکو لوګر کې يوه ورانکاره ډله نيولې ده 4796,," د افغانستان د کورنيو چارو وزارت نوى ټاکل شوي وياند زمرى بشري د طالب جنګياليو دا ادعا ردکړه چې ګواکى د نيمروز دل ارام او د فراه ولايت فرارود ولسوالۍ د طالبانولاس ته ورغلى دي. وياند ومنله چې طالب جنګياليو د سه شنبې سهار په دغو ولسواليو وسله وال ب� �يدونه کړى وو ، چې د افغان دولتى ځواکونو د مقاومت له مخې په شاه تمبول شوي دي . له دې وړاندې طالب وياند قارى يوسف ويلى وو ، چې دواړه ښارګوټى د طالبانو په واک کې دي . يو شمير نورو افغان دولتي چارواکو هم ددغو دوو ښا� �ګوټو له لاسه ورکول منلي دي . له سيمې څخه عينى شاهدانو ويلى ،چې په دواړو ښارګوټو کې يې طالبان ترسترګو شوي دي. ",دولت : د فرارود او دل ارام ښارګوټي زموږ سره دي 4797,," د غزنى ولايت امنيتى چارواکو بينوا ته � �پوټ ورکړ چې د ګډو تصفيوى عملياتو په ترځ کې يې د غزنى د اندړو ولسوالۍ په اړوند سيمو کې ١٢ تنه وسله وال طالبان وژلى او يو اندازه سپکه او درنده وسله هم لاس ته ورغلې ده . د غزنى ولايت د پوليسو مشر له بينوا سره ومنله چې د عملياتو په ترځ کې يو دولتى پوليس مړ او يو بل ټپى شوي دي . طالب وياند له يو ناڅرګند ځاى څخه بينوا ته وويل چې ٩ تنه افغان او بهرنى عسکر يې د جګړې په مهال وژلى دي . ده ومنله چې د هوايى بريدونو له امله ٢ تنه طالب جنګيالى م ړه او ٤ نور ژوبل شوي دي . دغه عمليات د غزنى د پوليسو د مشر په وينا نن سهار ٥ بجې د افغان او ائيتلافى ځواکونو � �ه لوري په گډه پيل شوي دي . ",چارواکي : غزنى کې ١٢ طالب جنګيالى وژل شوي دي 4798,ژباړن:ب.بهیر وردګ," Processors   هغه مشهور پ� �اسسرونه کوم چې  د انتل  شرکت لخوا په دې وروستيو لسيزو کې بازار ته وړاندې شوي په لاندې ډول دي: 8088پراسسر:دا پراسسر په 1981 م کال د IBM(International Bussiness Machine)   شرکت له خوا په ځاني کمپيوټ� �ونو (PC) کې د ګټې وړ وګرځيد چې دا يو 16 بيتي پراسسر ؤ او کولای شوای چې تر يوه ميګا بايت ساتنځي (Memory) پورې حافظه د ګټې اخيستو وړ وګرځوي.او چټکتيا يې 4077 ميګا هرتز ته رسيږي. 80286پراسسر:دا پراسسر په 1986م کال کې بازار ته وړاندې شو د 8088پراسسر په څېر يو 16بيتي پراسسر ؤ د مخکنيو پراسسرونو په پرتله يې مهم ښه والی دا ؤ چې کولای شوای په يوه وخت کې څو پروګرامونه سرته ورسوي.ددې پراسسر بل ځانګړيتوب په ديې کې ؤ چې دې پ� �اسسر کولای شوای چې په دوو لاندې حالاتو (Mode )کې کار وکړي: حقيقي موډ(Real Mode) ساتل شوی موډ(Protected Mode) دې پراسسر کولای شوای چې په حقيقي موډ کې تر يوه ميګا بايته او په ساتل شوي موډ کې تر 16ميګا بايته پورې ساتنځی په کار واچوي. 80386پراسسر:دا پراسسر چې په کال 1988م کې بازار ته وړاندې شو د 80281پ� �اسسر څخه چټک ؤ او يو 32 بيتي پراسسر ؤ چې کولای شوای تر 4 ګيګا بايته پورې حافظه تر کارونې لاندې راولي. 80486پراسسر:دا پراسسر په کال 1990 کې بازار ته وړاندې شو او د1990 په لومړيو لسيزو کې له مشهورو پراسسرونو څخه ؤ.د لمړي ځل لپاره پټه حافظه (Cache Memory) ددې پراسسر په واسطه په کار يوړل شوه. Pentiumپراسسر:د Pentiumپراسسر د انتل دشرکت په واسطه په کال 1993 کې بازار ته وړاندې شو د مخکنيو پ� �اسسورنو سره ددې پراسسر توپير په دوو عمده څيزونو کې دی:1:چټکتيا(Speed ):ددې پراسسر چټکتيا د مخکنيو پراسس� �ونو په پرتله ډېره ده.2:د کلمې(Word) اندازه:د Pentiumپراسسر يوه کلمه د 64 بيتو لرونکې وي،يا په بل ډول دا پراسسر کولای شي چې 64 بيټه په يوه وخت کې پراسس کړي.چې په دې پسې Pentium Pro,Pentium II ,Pentium III او Pentium IV پراسسرونه منځ ته راغل� �.همدارنګه لاندې پراسسرونه چې د بيلا بيلو کمپنيو پواسطه جوړ شوي هم د يادونې وړ دي: 1:اتانيم پراسسر(Itanium Processor):يو 64 بيتي پراسسر دی چې د انتل شرکت لخوا جوړ شوی او په هغه کمپيوټرونو کې چې په شبکه کې د سرويس ورکوونکي دنده په غاړه لري ترې کار اخيستل کېږي. 2:Power PC پراسس� �:يو 32 بيتي پراسسر دی چې د Motorola اوIBM شرکت لخوا جوړشوی دی له دې پراسسر څخه په مکنتاش(Macintosh) کمپيوټرونو کې کار اخيستل کېږي. 3:68000او 68020پراسسر:دا 16 او 32 بيتي پراسسرونه دي چې د Motorola شرکت پواسطه جوړشوي دي له دې پراسسر څخه په هغه وسايلو کې کار اخيستل کېږي کوم چې د کمپيوټر پواسطه کنتروليږي. 4:الفا پراسسر(Alpha Processor):دا يو 64 بيتي پراسسر دی چې دديجيتل شرکت پواسطه جوړ شوی او همدارنګه اوسمهال دCompaqشرکت پواسطه هم جوړيږي.د شبکې په سرويس ورکوونکو او لويو کمپيوټرونو کې ترې کار اخيستل کېږي. 4:MIPS پراسسر:دا يو 64 بيتي پراسسر دی چې د سليکان ګرافيکس شرکت پواسطه جوړ � �وی او دشبکې په سرويس ورکوونکو ،په ويديويي  لويو ماشينونو او نورو وسايلوکې ترې کاراخيستل کېږي. 6:SPARC(Scalable Processor Architecture)پراسسر:دايو 64 بيتي پراسسر دی چې د Sun-Micro-Systemشرکت پواسطه جوړشوی او په ځاني کمپيوټرونو کې ترې کار اخيستل کېږي.د ګړۍ چټکتيا يواځې د CPU د چټکتيا ټاکونکې نه ده بلکې د پ� �اسسرپه چټکتيا کې  د پراسسر ډيزاين او جوړښت هم ونډه لري.دهغه بيتونو شمير کوم چې په يوه وخت کې د CPU پواسطه پراسس کېږي د CPUپه چټکتيا کې هم رول لري.نوې CPUګانې په يوه وخت کې کولای شي چې ډير شمير بيتونه پراسس کړي.د CPUپواسطه په يوه وخت کې د پراسس شوو بيتونو شمير معمولاً له 16څخه تر 64پورې وي او د CPUد ويې(کلمې)په نامه ياديږ ي.اوسنۍ ګڼ شمير CPUګانې ددستورونو يو بشپړ سيټ دی چې ددستورونو څخه يې ځيني په ډير لږوالي د ګټې وړ ګرځي.هغه کم پيوټرونه چې ددې ډول CPUلرونکې وي ددستورونو د بشپړ سيټ کمپيوټرونو په نامه ياديږي.څيړنې ښيې چې داډول پراسسرونه د هغه پراسسرونو په پرتله کوم چې لږ شمير دستورونه سرته رسوي ورو وي.نن ورځ ګڼ شمير لوی او ځاني کمپيوټرونه � �ه هغو پراسسرونو څخه کار اخلي کوم چې د لږو دستورونو د مجموعې  لرونکي وي چې دا د RISC(Reduced Instruction Set Computer) په نامه ياديږي.Alpha سي پي يو ګانې چې دDEC (Digital Equipment Corporation) شرکت پواسطه جوړې شوې او Power PC سي پي يو ګانې چې د IBM شرکت پواسطه جوړې شوې د RISC سي پي يو ګانو بيلګې دي.Intel پراسسرونه د CISC پر بنسټ ډيزاين شوې دي مګر د انتل شرکت انجينران د CPU د چټکتيا د زياتولو لپاره له نورو تخنيکونو څخه ګټه اخلي چې د انتل CPUګانو او د Power PCد چټکتياؤ تر منځ توپیر په پايله کې لږوي.Itanium،64 بيتي پراسسر هم چې د انتل شرکت څخه دي د CISCپر بنسټ ډيږاين شوې دي. ",پراسسرونه 4799,," نن سهار ٧ بجې شاوخوا د ننګرهار مرکز د جلال اباد ښار د توغنديو تر بريد لاندې راغلى دي . جلال اباد کې افغان امنيتى چارواکو بينوا ته وويل :يو توغندى په هوايى ډګر اوبل د جلال اباد ښار دننه لګيدلى ،چې له امله يې ځانى او مالى زيان نه دى رسيدلى . بريد په داسې مهال کې تر سره کيږي، چې ټاکل شوې ده نن د جلال اباد - تورخم سړک د افغان او پاکستان د لوړپوړو چارواکواو مشرانو له لوري پرانيستل شي. د جلال اباد - تورخم سړک چې ٧٥ کيلومتره اوږدوالى لري د دوو کلونو په بهير کې د ٢ ميلياردو پاکستانى کلدارو په لگښت د پاکستان په مالى او تخنيکى مرسته بيا جوړ او رغاول شوي دي. ",په جلال اباد توغندى ويشتل شوي دي . 4800,," په يوه ترافيکى پېښه کې د ائيتلاف يو عسکر په کنړ ولايت کې مړ او بل ټپى شوي دي .د ائيتلاف يو خبر پاڼه وايى دا پېښه وړمه شپه د اسعدا اباد ښار ته نږدې د شيګى سيمه کې رامينځ ته شوې ده .خبر پاڼه وايى چې ټپى شوى عسکر په بګرام کې د ائيتلاف روغتون ته ليږدول شوي دي . په سيمه کې عينى شاهدان بيا د ٢ تنو امريکايى عسکرو د وژل کيدو او ٢تنو د ټپي کيدو خبره کوي . ", د ائيتلاف يو عسکر مړ اويو بل ژوبل شوي دي 4801,," د فراه ولايت د پوليسو مشر سيد اغا ثاقب نن سهار له بينوا سره ومنله چې د فراه ښار ته نږدې د هبيتات مرستندويه موسسې يو افغان کارکونکى د ناپيږاندو کسانو له خوا وژل شوي دي .نوموړى وويل ،چې د پېښى په اړوند يې په سيمه کې پلټنې پيل کړي او تراوسه يې د قتل په تو� �څوک نه دي نيولى . ",ديوې مرستندويه موسسې يومامور فراه کې وژل شوي 4802,," د ناټو د عمومى ناستې د جوړيدو په درشل کې د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې کاندوليزا رايس نن د ناټو له غړو هېوادو څخه غوښتى چې افغانستان دې يوازې نه پريږ يدي او له دغه هېواد څخه د بشپړ ملاتړ وکړي . د رايس په وينا که چيرې پوره ملاتړ ونه شي ، ډير ې ناخوالې به رام ينځ ته شي او دافغانستان د مرکزى دولت د واک د له مينځه تلو لامل به شي.ليزا وويل که چيرې افغانستان کې دثبات ، امنيت او ولسواکۍ هڅې له ماتې سره مخامخ شي ،ددغه هېواد حالات به د نړۍ له پاره ډاره وونکى بڼه غوره کړي . هم داشان د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنيت شورا د رايو په اتفاق په افغانستان کې د ناټو تر مشرى لاندې د نړيوالو سوله ساتو ځوانوکو دنده د يو بل کال له پاره ومنله او ددغه شورا د پريکړه ليک له مخې به دغه ځواکونه د � �٠٠٧ زيږديز کال د اکتوبر تر ١٧ نيټې په افغانستان کې پاتې شي .پريکړه ليک له غړو هېواد څڅه غواړي ، چې دغه ځواکونه دې افغانستان ته د نورو ځواکونو په استولو ، فوځى تجهيزاتو او مالى لارو چارو ځواکمن کړي . ",امريکا : ناټو دې افغانستان يوازې نه پريږدي 4803,," ", 4804,,"                                 ;   د لوى كندهار د كلتوري حوزې د ولسي استازو او فرهنګيانو اعلاميه! په دې وروستيو څو مياشتو كي د كندهار ولايت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالي په شاوخوا سيمو كي د نړيوالي ټلوالي په ملاتړ د افغان پوځ او مخالفينو ترمنځ خونړۍ جګړې رامنځته شوې چي په ترڅ كي يې په سلګونو بېګناه كسانو خپل خوږ ژوند له لاسه وركړ، په سلګونو كسان زخميان او زرګونه بې كوره شوي دي او يو لوى بشري ناورين رامنځته شوى دى.دا په داسي حال كي ده چي له دغي جګړې څ خه مخكي قومي مشرانو او ولسي استازو ډېري چيغي ووهلې چي د دوى په سيمو كي د دولت او مخالفانو تحركات روان دي، د دوى له كورونو څخه د سنګر او له وګړو څخه د سپر كار اخلي، خو له بده مرغه حكومت سر په ونه ګرځاوه، او هغوى يې يو څو تنه بېواكه ترهګر وبلل چي ګواكي د دولت پر وړاندي هيڅ هم نه شي كولاى، خو وروسته دا تحركات دومره ځواكمن � �ول چي د دولت او نړيوالي ټلوالي وار پار يې خطا كړ او دولت خلګو ته له پنجوايي ولسوالۍ او شاوخوا سيمو څخه د ژر وتلو امر وكړ. او دا داسي امر وو چي عملي كول يې له منطق څخه ليري خبره وه. دا ځكه چي له يوې خوا په دومره لنډ م هال كي د زرګونو كورنيو د لېږد لپاره د دولت له خوا هيڅ ډول امكانات نه وو برابر شوي، د زرګونو كورنيو وتلو ز� �ګونه موټران او اقتصادي توان غوښت. دغه ټرانسپورټېشن او اقتصادي اسانتياوي نه يوازي دا چي د دولت له خوا ب� �ابري شوي نه وې، بلكي د دوى د وتلو پر مهال تر اور لاندي نيول كېدل. بله دا چي له اطرافو څخه د كډو لېږد په عادي حالت كي هم ستونزمنه ده، ځكه چي لاري وراني، د ټرانسپورټ اسانتياوي لږ او د خلكو اقتصاد د جګړو، وچكاليو او طبعي آفتونو له امله فلج شوى دى. ځكه خو ډېرو كورنيو و نشواى كړاى چي د جګړې له بټۍ څخه ووزي او د ړندو بمباريو � �ومه شول.په هرځل بمبار كي غونډي كورنۍ تر خاورو لاندي شوې، چي نه يې مړى ښخ كړاى شو او نه يې ټپي تر درملني و� �سول شو.له بله پلوه هغوى چي له سيمي څخه ووتل نو د استوګني لپاره يې هيڅ يو پنډغالى نه وو په نښه شوى او پر سپېرو دښتونو وږي تږي پاته شول چي د فريادونو انګازې يې د هيچا تر غوږونو و نه رسېدې.د جګړې دواړي غاړي تل له جنګي مقرراتو څخه په غاړه غړولو تورن وي، په جګړه كي د ملكي وګړو د ملاتړ په اړه د ژنيو نړيوال تړون منل نه يوازي هغه هيوادونو ته چي دغه تړون يې لاسليك كړى وي ضرور دى، بلكي هغه غاړي يې هم پر پلي كولو مكلفي دي چي په � �سميت يې نه پېژني.د دغه تړون په درېيمه ماده كي داسي راغلي دي:((هغه څوك چي جګړه يې نه ده كړې او يا هغه وسله وال چي وسله يې پر ځمكه ايښې ده او يا هم هغه څوك چي د ناروغۍ، ټپ، بند او د بل هر لامل له مخي جګړه نه شي كولاى په هر ډول شرايطو كي، د توكميزو، مذهبي، عقيدوي، جنسي، اصل او نسب، شتمنې او نورو ورته ضوابطو له امله له كركي پرته بايد ورسره انساني چلند وشي.  او په لاندي چلند مكلف دي:الف: هغوى ته جسمي او رواني زيان نه رسول، په تېره بيا وژل (په هر ډول چي وي)، د بدن د غړو پرېكول، بېرحمانه چلند، شكنجه او عذاب وركول منع دي.ب: يرغمل نه نيول.ج: انساني كرامت يې بايد تر پښو لاندي نه كړي، او په تېره بيا له تحقيره ډك چلند ورسره ونكړي.د: بېله هغي محاكمې چي په رسميت پېژندل شوې وي، او تضمين ولري، نه محاكمه كول، همدارنګه د مدني قوانينو مراعتول، د وګړو نه حبس او نه اعدامول.ه: ټپيان او ناروغان راټولول، او د هغوى درملنه كول.له بده مرغه چي د جګړې د دواړو غاړو په اړه داسي اسناد شته چي پورته مقررات يې تر پښو لاندي كړي دي.هلته له يوې خوا د دولت مخالفان، � �ه عامو وګړو څخه د سپر، او له كورو يې د سنګر كار اخلي، او په وړاندي يې د ټلوالي ځواكونه د بې بنسټه مالوماتو � �ه مخي په پټو سترګو درنې وسلې كاروي، چي په ترڅ كي يې د يوه لوى بشري ناورين لويه غميزه رامنځته شوې ده.د دغه � �وى بشري ناورين په وړاندي افغان حكومت، پارلمان او د كندهار ولايتي شورا فوق العاده زياته بې غوري او بې كفايتي ښوولې او هم ملګري ملتو او نړيوالو بشري ټولنو كوم جدي غبرګون نه دى ښوولى. او دوى ټول د دغه لوى بشري ناورين په مخنيوي كي پاته راغلي دي.د پنجوايي او ژړۍ ولسوالۍ د خونړيو پيښو سره په څنګ كي د افغانستان په ټو� �ه سهيل لوېديځه سيمه كي تل ورته پيښي رامنځته كېږي، همدا اوس هم په هلمند او فراه ولايتونو كي د دغه ډول بې هدفه جګړو اورونه بل دي او د زيان درانه پيټي ته يې عام ولس اوږې وركړي دي.موږ په افغانستان كي د لوى كندهار د ك� �توري حوزې، ټول فرهنګيان او د ولس استازي پر افغان دولت او د هغوى پر مخالفانو ږغ كوو، چي نور نو د دغه ډول بشري ناورينونو لامل و نه ګرځي.د دولت مخالفان بايد له عامو وګړو څخه د سپر او له كورو يې د سنګر كار وا نه خلي، له بنديانو او ټپيانو سره اسلامي او انساني چلند وكړي، نه دا چي پرته له محاكمې يې حلال او پر ونو راوځړوي.دولت هم بايد د پوځي عملياتو پر مهال له ډېر پام څخه كار واخلي، ډېري تباه كوونكي وسلې و نه كاروي، او د دغه ډول پيښو پر مهال بايد له جنګ ځپلو سره پر وخت لازمي مرستي وكړي، او د ړندو مالوماتو پر بنسټ پر عامو وګړو بمبارۍ و نكړي، لكه د پنجوايي په علمياتو كي چي بشپړي كورنۍ تباه شوې او د هغوى د ساتني او امن لپاره يو ګام هم پورته نه شو. چي دلته هم د جګړه ايزو مقرراتو اصول تر پښو لاندي كېږي. د ۱۹۴۹ كال د اګست د ۱۲مي نېټې د ژنيو تړون په زياتو شويو پروتوكولونو كي چي په ۱۹۷۷ كي تصويب شوه او په ۱۹۸۸ او ۱۹۹۳ زېږديځ كلونو كي تعديلات پكښي راغلل، د لومړي پروتوكول د درېيم باب د لومړۍ برخي په پنځه دېرشمه ماده كي د جګړې د وسايلو او لارو چارو په اړه داسي راغ� �ي دي:الف: په هيڅ ډول جګړه كي د جګړې له وسايلو او لارو چارو حق د جګړې د دواړو لوريو لپاره نا محدود نه دى (يو ټاكلى حد لري).ب: له هغو وسلو او بمباريو، وسايلو او تاكتيكونو څخه چي ډيري ورانۍ او جراحات رامنځته كوي بايد ډډه وشي.ج: د جګړې له هغو وسايلو او تاكتيكونو څخه چي د پراخو ورانيو سبب كېږي او چاپېريال ته د اوږدې م ودې لپاره ډېر زيان رسوي بايد مخنيوى يې وشي.كه چيري دا ډول په ړندو سترګو عمليات بيا بيا رامنځته شي، نو ولس به په لاريونو او اعتصابونو لاس پوري كړي، همدا اوس_اوس عام ولس هم له دولت او هم يې له مخالفانو څخه ډېر ناخوښه دى، ځكه د جګړې دواړو غاړو د دوى بشري كرامت ته درنښت نه دى لرلى.له دولت څخه خو د نا خوښۍ كچه ځكه لوړه ده چي دولت تر اوسه نه دى توانېدلى چي د عام ولس په ژوند كي د بدلون كومه نښه وښيي، بېكاري خپل لوړ حد ته رسېدلې، قيمتونه لوړ دي، اداري فساد خپله د دولت په وينا اوج ته ختلى دى، قانون خپله په لوړه او ټيټه كچه د چارواكو له خوا تر پښو لاندي كېږي، مقررۍ د قومي، قبيلوي، او سيمه ايزو اړيكيو پر بنسټ ترسره كېږي، نا امني ورځ تر بلي ډې� �ېږي، بدنام قومندانان او مشران چي په هيواد كي يې د بېلتانه او كركي تخم پاشلى لمانځن او مقررېږي.كه دغو ټكو ته جدي پاملرنه و نه شي، نو د يوه پراخ ولسي پاڅون وړاندوينه له منطق څخه ليري خبره نه ده.همدا اوس _اوس د امريكا ولسمشر بوش ګواښ كړى چي افغان دولت له ناكامۍ سره مخ كېدونكى دى، افغان ولسمشر حامدكرزي څو ځله ويلي چي د افغانستان د نا اراميو لاملونه بايد له افغانستانه دباندي وپلټل شي، دا ټكى افغان دولت بايد له خپلو نړيوا� �و انډيوالانو سره په جدي توګه ياد كړي.تېره ورځ د پاكستان ولسمشر پروېز مشرف په بروسل كي اروپايي پار� �مان ته په خپله يو ساعته وينا كي دا يادونه وكړه چي ټول پښتانه به د پرديو په وړاندي په پاڅون لاس پوري كړي، چي دا له غرض او مرض څخه ډكه خبره ده. دوى غواړي چي پښتانه وټكوي، ځكه يې نو بايد په وړاندي كلك احتجاج وشي. دا ځكه چي تر ټولو مخكي پر پاكستان د دولت د مخالفانو د روزني تور لګېږي.همدا لاملونه دي چي ولسمشر بوش وايي چي افغان دولت له ناكامۍ سره مخ كېدونكى دى، دوى بايد د دغه لاملونو په څېړلو كي دقيق او جدي و اوسي. كنه نو د دغه � �ول پاڅون اور ته له هري خوا لمني وهل كېږي. د نړيوالي ټلوالي او افغان دولت كړني او تګلاري هم ورته لاره هوا� �وي. زموږ وېره دا ده چي په افغانستان كي چي د نا قانونيو او بې بندوباريو پر بنسټ هر ډول پيښي، كه د هري غاړي له خوا رامنځته كېږي، او په پايله كي يې پاڅون ته لاره هوارېږي، نو د زيان ملاماتوونكي پېټى به يې بيا هم د تل غوندي افغان ملت پورته كوي.                               &nbs; p;                    د لوى كندهار د كلتوري حوزې د فرهنګيانو او ولسي استازو له خوا                                 ;                               &n; bsp;                          ۱۳۸۵/۶/۲۲ ",د لوى كندهار دكلتوري حوزې د ولسي استازو او . . . . . 4805,," د جلال اباد - تورخم سړک چې د بيا جوړولو او رغاونې کار يې دوه کال وخت ونيو، نن د افغان ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان د لومړى وزير شوکت عزيز له خوا د يو لړ رسم ى مراسمو په ترځ کې پرانستل شو . دواړ مشرانو د يو بل سړک د جوړولود کار پرانسته هم وکړه . دويم سړک به هم د پاکستان د يو ساختمانى شرکت له خوا جوړ شي .د جلال اباد- تورخم سړک ٧٥ کيلومتره اوږدوالۍ او ٨ متره سور لري چې په بيا جوړولو يې د چارواکو په وينا ٣٣ ميليون ډالر لګښت راغلۍ دي . کرزي له افغانستان سره د پاکستان د مرستو � �دردانى وکړه . شوکت عزيز بيا له افغانستان سره د نورو مرستو يادونه وکړه. افغان او پاکستانى مشران له غرمې مخکې ، چې ټينګ امنيتى تدابيريې د راتګ په موخه نيول شوي وو،ننګرهار ته ورسيدل . ",د جلال اباد -تورخم سړک پرانستل شو 4806,," د غزنى د قره باغ او ګيلان ولسواليو کې طالب جنګياليو د افغان او ائيتلافى ځواکونو په ګزمو وسله وال بريدونه تر سره کړي دي . طالب وياند قاري يوسف ادعا کړې چې د قره باغ په ولسوالۍ کې يې د افغان او ائيتلاف ١٧ عسکر وژلى دي . د غزنى د پوليسو مشر تفسيرخان له بينوا سره يوازې د يو پوليس د ټپي کيدو او يو دولتى موټر د له مينځه تلو خبر ومنله او زياته يې کړه چې ٣تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ٢ تنه نور ټپيان شوي دي. نوموړى د ګيلان په ولسوالۍ کې هم د وسله وال بريد پخلۍ وکړ خو دايې ونه منله چې هلته مرګ او ژوبله رامينځ ته شوې ده . طالب وياند اد عا کوې چې ګيلان کې د ائيتلاف يو ټانک ويجاړ کړى او سپاره کسان يې وژلى دي. ",غزنى کې په افغان اوائيتلافى ځواکونوبريدونه شوي 4807,," د لومړيو رپوټونو په بنسټ چاودنه د کندهار ښار د ننه د لرګو د ګنج شاته د يو جومات په زيرخانه کې رامينځ ته شوې ده .د کندهار د پوليسو مشر جنرال عزيز احمد خان له بينوا سره د چاودنې پخلۍ وکړاو زياته يې کړه هغه کس چې د جومات په زير خانه کې يې د ورانکاره عمل د ترسره کولو په موخه له خپل ځان څخه چاوديدونکى توکى تاوول ، په خپله ددغه ناروا عمل ښکار شوي دي.د نوموړى په وينا په چاودنه کې يوازې همغه کس ټوټې شوي دي. عينى شاهدان بيا د ٢ تنو لمونځ کونکو د ټپى کيدو او د جومات د ملا امام د ح جرې د زيانمن کيدو خبره کوي . چاودنه ٢ بجې شاوخوا شوې ده . ",نن ماپښين کندهار ښار کې يوه چاودنه وشوه 4808,," ", 4809,," ", 4810,," ", 4811,ميرويس جلالزى,"   دا  څرګندوني د پاكستان ولسمشر جنرال م شرف پرون د اروپايي ټولني د پارلمان ځينو غړو ته په وينا كې په بروكسل كې كړي دي . مشرف ويلې د القاعدي ډلي عملياتي مشري اوس طالبانو تر لاسه كړي . هغه طالبان تر القاعدي ډيري خطر ناك بللي. له بلې خوا د مش� �ف د دې څرګندونو په وړاندي ولسي جرګې غبرګون ښولي او له هغه يې غوښتي چې د افغانستان په كورنيو چارو كې دي لاس نه وږي . ",مشرف :طالبان د پښتنو ملاتړ لري 4812,," د غزنى ولايت وياند فکورى نن يو شمير خب� �ى رسنيو ته وويل چې تيره شپه يې د اندړو ولسوالۍ کې د يو لړ ګډو عملياتو په ترځ کې ٣٠ تنه طالب جنګيالي وژلى دي . نوموړى وويل دغه عمليات تيره شپه په دغه ولسوالۍ کې د افغان او ائيتلافى ځواکونو له خوا ترسره شوي دي . فکورى د واغظ په ولسوالۍ کې هم د ٢ تنو طالبانو د نيولو ادعا وکړه . دافغان دولت د چارواکو د نوو څرګندونو او ادعاوپه اړوند طالب جنګياليو تر اوسه څه نه دي ويلي . ", دولت :غزنى کې ٣٠ تنه وسله وال طالبان وژل شوي 4813,," عبدالله پتمن/كابلپه يمن کي د يوې چاودني له امله � �اوخوا۵۱ تنه مړه او ۲۳۸ تنه ټپيان شول.دغه پېښه پرون هغه مهال رامنځته شوه چي د يمن ولسمشر علي عبد الله صالح د پلازمېني صنعا په سويل کي په يو لوبغالي کي د خپلو انتخاباتي منډو ترړو  په لړ کي خپلو پلويانو ته وينا کوله.شاوخوا ۳۰۰ زره کسان د ولسمشر علي عبدالله صالح د وينا د اورېدلو لپاره په لوبغالي او شاوخوا سيمه کې � �اټول شوي وو. د زياتي گڼي گوڼي له امله خلک تر پښو لاندي شول. دقربانيانو ډېره برخه د ولسمشر هغه پلويان وو چي له ليري ځايونو څخه راغلي وو.په يمن کي د وږي پر ۲۹ مه د ولسمشرۍ ټاکني ترسره کېږي. ولسمشر هوډ لري چي د درېيم ځل لپاره دغه څوکۍ ترلاسه کړي. نوموړي له ۱۹۹۰ کال او د سويلي او شمالي يمن بيرته يو ځاي کېدو راهيسي د دغه هيواد ولسمشر دى. هغه مخکي له دې د دوولسو کلونو لپاره د شمالي يمن د ولسمشر په توگه پاتي شوي دى. ",په يمن كي يوه درنه چاودنه شوې ده 4814,," عبدالله پتمن/كابل د روسيې د قفقاز په سهيل کې پرون د يوې پوځې چورلکې د رالوېدو له امله ١٠ تنه مړه شول. د وژل شويو کسانو په منځ کې د روسيې يو پوځي قوم اندان هم شامل دى. د کتونکو په وينا چورلکه د پوځي تمريناتو پر وخت راپرېوتلې ده. کارپوهانو د چورلکې د رالوېدلو علت د هغې  زوړوالى او د تعادل  نه درلودل ښوولى دى. ",په روسيه كي يوه پوځي چورلكه رالوېدلې ده 4815,,"  عبدالله پتمن/كابلد روسيې د قفقاز په سهيل کې پرون د يوې پوځې چورلکې د رالوېدو له امله ١٠ تنه مړه شول. د وژل شويو کسانو په منځ کې د روسيې يو پوځي قوم اندان هم شامل دى. د کتونکو په وينا چورلکه د پوځي تمريناتو پر وخت راپرېوتلې ده. کارپوهانو د چورلکې د رالوېدلو علت د هغې  زوړوالى او د تعادل  نه درلودل ښوولى دى. ",په روسيه كي يوه پوځي چورلكه رالوېدلې ده 4816,," عبدالله پتمن/كابلدکيوبا ولسمشر � �اول کسټرو د لومړي ځل لپاره په هاوانا کې د ناپېيلو هېوادونو په غونډه کې راڅرګند شو. په دغه غونډه کې به د ٥٠ هېوادونو مشران ګډون وکړي. ويل کېږي چې په ناسته کې به له سوله ايزي لاري د اېران د اټومي پروګرام له حق څخه م� �اتړ وشي.دغه شپږ ورځنۍ غونډه چې دنيوکي کونکو له خوا د سړې جګړې د ميراث او دکمو ډيپلوماتيکو اړيکو په نوم نومول شوې ده، تمه کېږي چې د امريکا د متحده ايالاتو دولت به د سپټمبر د  ١١مي له پېښي وروسته د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې نړيوال پوليس ومني.ټاکل شوې ده چې د اونۍ په پاى کې به د اېران ولسشمر محمود احمدي نژاد هم په دغه ناسته کې گډون وکړي او نن ورځ به د شمالي کوريا يو لوړ پوړى پلاوى او د ملګرو ملتونو سرمنشي کوفي عنان هم   هاوانا ته ورسېږي.د ناپېيلو هېوادونو غونډه په ١٩٦١ کال د درېيمې نړۍ د هېوادونو له خوا د سربستان په پ� �ازمېنه بلګراډ کې جوړه شوه. دا غونډه لومړى ځل د وخت د دوو سترو قدرتونو (روس او امريکا) په کتار کې د نه درېدلو په موخه جوړه شوې وه. ",د كيوبا ولسمشر د ناپېيلو هيوادو غونډي ته تللى 4817,," عبدالله پتمن/كابلدغه چاودنه ملي پارک ته نيږدې رامنځته شوه چي د دوو پوليسو په گډون يې لس ملکي  وگړي ووژل او زيات شمير يې ټپيان کړل. تر اوسه د دغي چاودني پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې. دغه چاودنه وروسته له هغي ترسره کېږي چي پوليسو د بغداد له بېلا بېلو سيمو څخه د شپېتو مړو د موندلو اعلان وكړ.پوليس وايي تر اوسه لا معلومه نه ده چي مړه شوي کسان څوک دي، خو پر بدن يې د ځوروني او شكنجو نښي نښانې ليدل کېږي.پوليسو زياته کړه چي د دغو مړو زيات شمېر يې له سني مېشتو سيمو څخه ترلاسه کړي دي. ",د بغداد په ختيځ كي نن بيا يوه درنه چاونده وشوه 4818,," كريم الله نجيب/كندهار نن د كندهار په سپورټي لوبغالي كي د كندهار د اتفاق او هلمند ولايت د لوبډلو ترمنځ يوه په زړه پوري لوبه ترسره شوه، چي لوبه ۴ د يو په مقابل كي د كندهار د اتفاق فټبال لوبډلي وګټل. دا په تېرو څلور مياشتو كي لومړۍ لوبه ده چي په كندهار كي له يوه بل ولايت سره ترسره كېږي.دا په داسي حال كي ده چي د سږكال پسرلنى ټورنمنټ په كندهار كي د ځينو لوبډلو ترمنځ د خپلمنځي ناندريو له امله نيمګړى پاته شو. پاته دي نه وي چي تېره اونۍ د كندهار ولايتي شو� �ا په جوړه شوې غونډه كي د كندهار له فټبال لوبډلو څخه د خپلمنځي شخړو د اواري غوښتنه وكړه، او د ولايتي شورا � �ئيس احمدولي كرزي د كندهار له فټبال فدراسيون سره د هر راز مرستو ژمنه وكړه.د يادوني وړ ده چي سبا به د كندهار د پامير او د فراه ولايت د فټبال لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شي، او دا لوبي به په راتلونكې اونۍ كي هم دوام ولري. ",د كندهار او هلمند ولايت تر منځ د فټبال لوبه وشوه 4819,ماهر-زابل," خدای پوهيږي چې به څنګه، وي دا نذر منل شوید نذرونو مانا ولاړه، سوچه فکر بدل شوید ازل وعده يې هېره، له وعيده نه ډارېږيد مسلم وينه مباح کړي، دا له دينه شړل � �وینه په سترګو وير ته ګوري، نه دا سوې ساندې اوريسيخ جنت ته هوسيږي، دا دوزخ کې کرل شوید لادن او بابړ پښو ته، غاړه پرې کړي د خپل وروڼوپر سرتورو جوړ محشر کړي، دا له ننګه مينځل شوینه يې دين ته بڼه و� �کړه، نه وطن ورباندې ښاد شونه زاهد شو بې هوسه، نه تاريخ کې اتل شوینه خنجر لري پخپله، نه يې فکر د مغزو دیوسله اخلي له پردو نه، دا له قامه رټل شویپر دې ځمکه جوړه شوې د سرو وينو ارزاني دهبېګناه يې دي وژلي ، بيا شهيد دی بلل شویلږ خو وګوره ګرېوان ته، دې مظلوم ولس څه کړي؟هر وګړی يې فرياد کړي، هر ولات يې ځپل � �وی ",ارزانې وينـــــې 4820,," د مخابراتو وزارت دخبرپاڼي � �ه مخي : د افغانستان پنځو لويو ښارونو ته د يوسل او پنځوس زره  ۱۵۰،۰۰۰ نورو سيم لرونکو ټلېفونونو د غځولو تړون لاسليك شو. د افغانستان د مخابراتو وزارت هيواد والو ته د لانورو اړيكتيايي او معلوماتي اسانتياوو د برابرولو په موخه، پخوا وعده كړې وه چې په هيواد كې به ښارى سيم لرونكو شبكو ته پراختيا و� �كوي.په همدې لړكې نن د ۱۳۸۵ يم كال د وږي پر دوه ويشتمه نيټه د افغانستان د پنځو لويو ښارونو، كابل، كندز، ننګرهار، مزارشريف او كندهار له پاره د ۱۵۰،۰۰۰ نورو سيم دارو ټلېفونو د غزولو تړون د افغانستان د مخابراتو د وزارت او د هندوستان هيواد د آستر كمپنۍ او د ايران د اسلامي جمهوريت د شهيد قندي د شركت تر منځ لاسليك � �و.دغه تړون په داسې حال كې چې د مخابراتو وزير انجنير اميرزي سنگين، د هند او ايران هيوادو نو لوى سفيران او د اقتصاد وزارت معين حاضروو، د افغانستان له لوري د مخابراتو د وزارت تخنيكي معين انجنير بريالى حسام او د يادوشوو كمپنيو استازو لاسليك كړ.د يادشوي تړون له مخې به ددغې پروژې د تطبيق كار د تړون له لاسليك وروسته پيل او د اتلسو مياشتو په موده كې به پاى ته رسېږي.دغه حياتي پروژه چې ټول لگښت يې څلوېښت ميليونه امريكايې ډالره اټكل شوى دى، د مخابراتو وزارت له پرمختيايي بوديجې نه سرته رسېږي.د يادولو وړ ده چې د هرات په ښار كې تردې د مخه دپنځوس زره ۵۰،۰۰۰ لينو سيم لرونكو ټلېفونونو دستگاه كار اخيستلو ته تياره شوې وه، چې ددې پروژې په سرته رسيدو به په افغانستان كې د فعالو ټلېفونونو شمېرڅلور لکه پنځه اتيا زره  ۴۸۵،۰۰۰ لينونونو ته ورسېږ ي. ",په غټوښارونو کي ۱۵۰ زره نور ځمکني ټلېفونونه غځول کيږي 4821,شېرولی سبا," ناراضه ېاره دښکلوچم کی ېو مونږ، ښکلی په سترګک � �اغواړو که پری پوه نشی پوهولو ته کوتک راغواړو دغه سپين مخي ښايسته مخي به ډير ونازوو ځونذ� �انی ته ېی څو ستورې د فلک را غواړو  مونږه په مېنه ېو لوې شوی ، مېنه ښه پېژنو  قلم مو خوښ دی ،سوزولو ته ټوپک راغواړو ناراضه ېاره که رضا نشوی نو پوه شه پر دی چی د بنګال له ملاېانو نه کومک � �اغواړو مونږه جرګه ېو ورور ولی ده تل په مخ روان ېو هم به کابل هم قندهار هم به اټک راغواړو د تورو شپو دښمنه څه شوی، مونږ خو ستا دوستان ېو ستا ازانګی او ستا نسيم او ستا لمر څرک راغواړو شېرولې مخ د دی قبلی په لور راواړه وه اوس ستا چی وړی وړی سلګۍ شوی، ېار چټک را غوړو   کابل پغم ان ",ناراضه ېاره 4822,," دخداى بښلي استادالحاج حكيم تڼيوال دشهادت په مناسبت دخوست ولايت دژورنالستانودخپلواكې ټولنې لخوادخواخوږۍ پيغام ! ګرانه خداى بښليه تڼيوال صاحب ! دخوست ولايت ژورنالستان ستاسوپه مړينه دزړه وينې څڅوي،خوداچې دانسانيت ،دخپل اولس دننګ اوح يادخوندي ساتلو،دامن دټينګښت ،ددولتي حاكميت دستنودكلكوالي اوددموكراسۍ دعامتيااو پراختياپه لاره كې مود� �هادت ستروياړپه برخه شومباركي وړاندې كوو. ښه موپه ياددي چې دخوست په ولايت كې دسپېتمبرله يوولسمې وروسته دولايت پرچوكۍ ستاسودنده پداسې شرايطوكې پيل شوه چې په هره كوڅه،دره اوسړك باندې ټوپك سالاري حاكمه وه خووم وكولاى شول په پوره زغم،متانت،حوصلې اوپايدارۍ داسې شرايط رامنځته كړى چې له بركته يې نن دادى موږخوستمېشت قوم ونه ژوندي يواودبل هرولايت په پرتله پرامنه شرايط لرو. هېرموندي چې دهرې ستونزې دبروزپه صورت كې به دې له اح ساساتونه بلكې دنېكومشورواوحوصلې له مخې عمل كاوۀ . داچې ددموكراسۍ اصل درته له هرڅه معتبرؤاودم طبوعاتوازادي اودخيالاتواظهاراوخپلواكۍ ته دې ژوراودرونداحترام كاوۀ نوهمداوجه ده چې ژورنالستان دې په و� �كه ژروخفګان ښكاره كوي . دلوى خداى [ج] له دربارڅخه دجنت فردوس غوښتنه درته كوي اولارويانوته دې مشوره و� �كوي چې په پلونودې پلونه كيږي .  روح دې ښاد دښمن دې زبون اوجنت دې په نصيب شه . محمدغفو� �(مهيدي) په خوست كې دژورنالستانودخپلواكې ټولنې مشر ",دخوست دژورنالیستانو د ټولني د خواخوږۍ پیغام 4823,," افغانستان ته د نورو ٢٥٠٠ ځواکونو د استولو په اړوند نن په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادو ناسته پرته له رسمى ژمنې پاى ته ورسيده او غړى هېوادو ته � �ناعت ورنکړ شو ، چې افغانستان ته دې نور ځواکونه واستوي . له دې وړاندې په افغانستان کې د ناټو قو مندانانو دغه هېواد ته ٢٥٠٠ ځواکونو او فوځى تجهيزاتو غوښتنه کړې وه .کابل کې هم د ناټو يو وياند مارک ليتى يوې خبرې ناستې ته د چهار شنبې په ورځ وويل ، ناټو داسې ژمنه نه ده کړې ، چې نور ځواکونه دې افغانستان ته واستوي . ",د ناټو ناسته پرته له رسمى ژمنې پاى ته ورسيده 4824,," هلمند کې افغان امنيتى چارواکو ددغه ولايت د ګرم سير ولسوالۍ کې له طالب جنګياليو سره په جګړه د ٦پنچابيانو په ګډون د ١٦ طالبانو د وژل کيدو رپوټ ورکړى دي .د ګرمسير امنيه قومندان غلام رسول ويلى نوموړى بهرنيان او وسله وال طالبان د هغو ګډو تصفيوى عم� �ياتو په ترځ کې ووژل شول ،چې د چهارشنبې تر سهاره د ګرم سير ولسوالۍ په اړوند سيمو کې د طالبانو پر ضد روان وو.ګرم سير ولسوالۍ درى ورځې وړاندې افغان دولتى ځواکونو له طالب جنګياليو څخه بيرته ونيوله . طالب جنګياليو په دې اړوند تراوسه څه نه دي ويلى . ",د٦پنچابيانو په ګډون ١٦ طالبان هلمندکې وژل شوي 4825,," د پاکستان پوليسو نن مازديګر د بلو جستان ايالت د کويټې ښار دزرغون واټ سيمه کې له يو روغتون څخه ١٤ تنه شکمن طالبان نيولى دي . په نيول شوو کسانو کې ٦ تنه ټپيان دي ، چې درملنى په موخه د همدغه ښار په يو روغتون کې بستر وو. پاکستانى پوليسو ويلى چې له نوموړو څخه پوښتنې پيل شوي دي.ټپيان شوي طالبا ن د هلمند اوسيدونکى دي . ",پاکستانى پوليسو ١٤ تنه ټپي طالبان نيولى 4826,," د افغان دولت د بهرنيو چارو وزارت وياند د پاکستان د ولسمشر جنرال پرويز مشر هغه وروستى څرګندونې چې د اروپايى پارلمان چارواکو ته يې د پښتون قوم په اوړند کړي،ناسمې او لرى له واقعيت څخه گڼى او وايى چې پاکستانى مشرتابه دې د هغو ژمنو په برخه کې چې د افغان ولس او نړيوالې ټولنې سره د ترهګرى او افراطيت په وړاندې مبارزه کې کړي ، صادقانه عمل وکړي او دنړۍ د عامه افکارو د ف� �يب په موخه دې له داډول غير واقعى څرګندونو څخه ډډه وکړي .وياند وايى ډير د خواشينى ځاى دي چې پرويز مشرف يوه وړه سړي وژونکى ډله ، چې د سولې او ارامى ضد ده د ډيورنډليکې دواړو لورو ميشت قامونو يوقوم پورې تړي.پښتون په سيمه او افغانستان کې د ټول ولس په څير د تروريزم قربانى شوي دي . وياندوايى دغه څرګندونې له واقعيت څخه لرې ، غيردوستانه او دهغو ژمنو پر ضد دي، چې مشرف زموږ هېواد ته په خپل وروستى سفر کې کړې دي. د پاکستان مشر مشرف په خپلو وروستيو څرګندونو کې طالبان د نړۍ له پاره تر القاعده يوه خطرناکه ډله بللې او له پښتون قام سره يې تړاو ورکړي دي. د پرويز د وينا له مخې طالبان په افغانستان کې دملى لانجې سبب کيداى شي ، ځکه تر شاه يې د نوموړى په وينا پښتانه ولاړ دي او کيداشي پاڅون او ملى لانجو ته لاره اواره شي . افغان وياندبيا په خپلو څرګندونو کې طالبان هغه فوځى او سياسي ډله بللې ، چې د پاکستان د فوځى استخباراتو د سياست په پايله کې رامينځ ته شوي اوله ت� �ورستى ډلو سره نږدې تړاو لري.همداشان د افغانستان ولسى جرګې پرون د خپلې ناستې پرمهال د پرويز مشرف وروستۍ څ� �ګندونې سختې وغندلې او هغه يې د افغانستان په کورنيو چارو کې بربنډه لاس وهنه وبلله . د ولسى جرګې مشر يو نس � �انونى وويل مشرف غواړي په دا ډول څرګندونو سره په افغانستان کې قومى اختلافاتو ته لمن ووهى . ده وويل ترو� �يزم نه قوم او نه دين لري . دده په وينا افغان ولس ټول يو موټى او متحد دي . د سويلى ولايتونو فرهنګيانو هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره د مشرف وينا له غرض او مرض نه ډکه وبلله . د اعلاميې له مخې پاکستان دافغانستان د مخا� �فينو په روزنه کې لاس لري .د پاکستان د مشر د وروستيو څرګندونو په اړوند د هېواد دننه او بهر ګڼ شمير افغان � �خصيتونو سخت غبرګونونه ښودلى او د افغان ولس ترمينځ يې د پاکستان دولت په وړاندې کرکه راپارولې ده . ",افغان دولت دمشرف څرګندونى ناسمې بولي 4827,," د پاکستان پولې ته نږدې د کنړ ولايت د ناړې ولسوالۍ د بريکوټ سيمه کې پرون د يو ماين د چاودنې له امله د افغان سرحدى لوا اړوند ٤ تنه فوځيان وژل شوي دي. په کنړ کې د سرحدى لوا يو چارواکي بينوا سره ومنله چې په چاودنه کې د لوا د څلورم کنډک مشر احمد شاه او ٣ تنه عسکر وژل شوي او ماين د افغانستان د دښمنانو له لوري ايښودل شوي دي. ",کنړکې د ماين چاودنې ٤ تنه افغان فوځيان وژلى دي 4828,," د هغه راکټى بريد له امله چې تيره شپه د پکتيا ولايت د ډنډ پټان په ولسوالۍ ترسره شوي يو تن ملکى ډاکتر مړ او د نوموړى ٣ تنه زامن ټپيان شوي دي . ام نيتى چارواکو د بريد پخلۍ کوي او وايى د دښمن ٥ توغندى په دغه ولسوالۍ توغول شوي ، چې يو يې د استوګنې په يو کور لګيدلۍ دي. ",پکتياکې يو ولسي وګړى مړ او ٣ ټپيان شو ي دي 4829,," طالب جنګياليو د يو وسله وال بريد پر مهال چې د پوليسو جامې يې په ځانو کې وى پرون د فراه او هرات د لارې په اوږدو کې ٤ دولتى پوليس وژلى او ١١ تنه نور ټپيان کړي دي . د فراه د پوليسو مشر سيد اغا ثاقب له بينوا سره ومنله چې طالب جنګيالو د يو کمين په ترځ کې د نيمروز و� �ايت د پوليسو په ٣ موټرو چې د هرات په لور روان وو، بريد کړى دي . چې له امله يې ياده شوې مرګ او ژوبله رامينځ ته شوې ده .نوموړى زياته کړه د پوليسو دوه موټر ويجاړ شوي او ٢تنه طالب جنګيالى هم وژل شوي دي . يو طالب وياند بيا د ١٤ دولتى پوليسو د وژلو ادعا کړې او وايى د جګړى پر مهال چې څلور ساعته يې دوام کړى يو طالب مړ او يو بل ژوبل شوي دي. ",فراه کې ١٥ دولتى پوليس مړه او ټپيان شوي دي 4830,," افغانستان کې د لطيف پدرام تر مشرى د ملى کنګرې له ګوند څخه ١٤ تنو جلاشوو لوړ پوړو غړو په دې وروستيو کې په پدرام تور لګولى دي ، چې نوموړى له يو بهرني هېواد څخه پيسې اخلي او قومى تعصب او دښمنيو ته په هېواد که لمن وهي . ددغه ګوند د مشرتابه نوموړو غړو ويلى ، چې دغه ګوند ملى بڼه نه لري او په سيمه ايزو ، ژبنيو او قومى اړيکوکې راګير دي .لطيف پدرام په افغانستان کې د به� �نيو ځواکونو له شتون سره مخالف کوي ، ولسى جرګه او ولسمشر نه منى او په هېواد کې فدراليزم غواړي . جلا شوو غړو ويلىچې نوموړى له يو شمير بهرنيو هېوادونو سره پټې او مرموزې اړيکې لري مګرنوموړو نه دي ويلى ، چې دا هېوادونه کوم دي؟ ",لطيف پدرام هېواد کې قومي تعصب ته لمن وهي 4831,," طالب جنګياليو تيره شپه د يو وسله وال ب� �يداو جګړې په ترځ کې د فرا ولايت د بکوا ولسوالۍ د څو ساعتو له پاره نيولې وه او له دغه ولسوالۍ څخه يې يواندازه وسله او مهمات وړي دي . د بکوا ولسوالۍ امنيه قومندان نعمت الله نن له بينوا سره ومنله چې ولسوالۍ يې د خلکو په ملاتړ د يوې سختې جګړې په ترځ کې بيرته له طالبانو نيولې ده . ده وويل د جګړې په مهال د امنيه قومندانۍ ودانيو ته زيان رسيدلۍ او چور شو ي دي . ده ومنله چې يوازې ٢ پوليس ټپان شوي او ٢ تنه طالبان مړه او ٤ نور ټپيان شوي دي . ",طالبانوتيره شپه د بکوا ولسوالۍ نيولې وه 4832,," د پولنډ د دفاع وزارت يو وياند رپوټ ورکړى ،چې پولنډ به ناټو ترمشرى د سوله ساتو ځواکونو په چوکاټ کې ١٠٠٠ تنه عسکر افغانستان ته واستوي . پولنډ دا مهال ١٠٠ تنه فوځيان افغانستان کې لري . د وياند په وينا دا شميره عسکر به د راتلونکى زيږديز کال د فبروري مياشت کې افغانستان ته واستول شي .دا پريکړه په داسې مهال کې کيږي ، چې په بروکسل کې د ناټو غړي هېوادونه پرون په دې ونه توانيدل ،چې افغانستان ته دې د نورو ځواکونو په استولو سره سلا شي . دا مهال د افغانستان د ننه د سولې او منيت په وړاندې ګواښونه ډير شوي او د ناټو ځواکونه د هېواد په جنوب کې له طالب جنګياليو سره لاس په لسټونى جګړه کوي . د يوبل رپوت له مخې د هنګرى هېواد ددفاع وزير چې د افغانستان په ليدنه راغلۍ پرون له خپل سيال سترجنرال عبد الرح يم وردګ سره په کتنه کې د افغان فوځ سره په تخنيکى برخه کې د مرستې ژمنه کړې ده . نوموړى په بغلان د خپل هيواد د مي� �تو فو ځيانو سره له نږدې کتلي دي . ",پولنډ ١٠٠٠ تنه عسکر افغانستان ته استوي 4833,,"   نن د کلتور په وزارت کې د افغانستان گڼ شمېر ټولنیزو ډلو او اتحادیو له دولت څخه په ټینگه وغوښتل چي د  مشروعو حقونو د ورکړې په لار کې مرسته ورسره وکړي. د دغو ټولنو استازو په خپلو خبرو کې وویل چې دولت دا مهال غواړي مدني ټولنې له منځه یوسې، دوی وایي اساسي قانون ورته اجازه ورکړې چې په گڼو برخو کې کار وکړي. د غونډې موخه دا وه چې دو� �ت ولې د بزگرانو ټولنې ته د انحلال خبره کړې او دغه ټولنه یې د فعالیت څخه گرځولې ده. د ښځو د اتحادیې مشرې ثریا پرلیکا وویل:""دولت امنیت نه شي راوستلای نا امني نه شي ورکولای د طالبانو د سېلاب مخه ولې نه شي نیو� �ای د ولسمشرۍ ماڼۍ په دوه کیلو مترۍ کې ځان وژونکی برید کېږي، د بې کارۍ سیند مخ په ډېرېدو دی، د کډوالو ک� �ې بیا بارېږي د دې ټولو ستونزو مخ ته دولت بېچاره دی، خو د مدني ټولنو له منځه وړلو ته نېغ ناست دی ځکه همدا مدني ټولنې دي چې خلکو ته د کار کولو زمینه برابروي"". د غونډې په پای کې د ټولو ټولنو له لورې پرېکړه لیک وویل شو چې له دولت غوښتل شوي وه چې د بزگرانو ټولنې ته دې د کار کولو اجازه ورکړل شي او د نورو ټولنو د کار کولو مخه دې نه نیسي.  ",ټولنیزې ډلې پر دولت د هغو د حقوقو له امله نیوکې کوي 4834,," د ملګرو ملتونو سرمنشى کوفى عنان ، چې په دې وروستيو کې يې د منځنى ختيح څخه ليدنه کړې ده ،وايى د منځنى ختيځ ډير مشران په دې باور دي چې په عراق باندې فوځى بريد ددوى له پاره ناتار دى . د عنان په وينا د بهرنيو ځواکونو د شتون او وتو په اړوند بيا دغه مشران يوه خوله نه دي . د سپينې ماڼې يو وياند تونى اسفر بيا د عنان له څرګندونو سره توافق نه لري او وايى په عراق او افغانستان کې ولسواکۍ جرړې غزولې دي. امريکا اوس مهال داسې حالت لري چې هم نه شي کولاى له عراق څخه ووزى او هم نه شي کولاى پرته له ستونزو خپل شتون ته دوام ورکړي . ",د منځنى ختيځ مشرانو د عراق جګړه ناتار بللې 4835,," نن د كندهار په احمدشاهي لوبغالي كې د كندهار پامير او فراه انصاري فټبال لوبډلو ترمنځ تقريباً يوه توده لوبه ترسره شوه، چې ګام پر ګام د نندا� �چيانو له خوا په پرله پسې چكچكو بدرګه كېده.د فراه ولايت لوبغاړو د لوبې د لومړۍ نيمايي په پيل كې دوه پرله پسې ګولونه ترسره كړه، چې ډېر ژر يې د نندارچيانو پام ځانته جلب او لوبه ګرمه كړه. د لوبې لومړۍ نيمايي پر همدې دوو ګولونو د فراه انصاري لوبډلې په گټه پاى ته ورسېده. خو په دوهمه نيمايي كې كندهار پامير لوبډلې خپله لوبه د لوم ړۍ نيمايي خلاف چټكه او د پخوا په پرتله منظمه كړه، چې د څو پرله پسې حملو په ترسره كولو د پامير لوبډلې ځوان حم� �ه كوونكى خوشال د لومړي ګول په ترسره كولو وتوانېد. وروسته لوبه د نندارچيانو لپاره نوره هم په زړه پوري شوه، ځكه له يوې خوا كندهار پامير لوبډلې هڅه كول چې لږ تر لږه لوبه مساوي او د ځان په ګټه دويم ګول هم ت� �سره كړي، خو له بلي خوا د فراه لوبډلې د حملو پر ځاى كلكې دفاع ته مخ كړ. بالاخره د لوبې په وروستيو شېبو كې د كندهار پامير لوبډلې مركزي لوبغاړي فدامحمد دوهم ګول هم ترسره كړ، چې لوبه دوه د دوه په مقابل كې په مساوي توګه پاى ته ورسېده.د يادوني وړ ده چې سبا ورځ به  د كندهار د آرين او هلمند ولايت د لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره � �ي. ",د كندهار او فراه ترمنځ د فټبال لوبه ترسره شوه 4836,," ", 4837,ژباړونکی حبيب الله غمخور,"  � �يکونکی : سيرگې ليسکوف    ژباړونکی : حبيب الله غمخور دايزويستيا ورځپاڼي خبر ورکړ چې انوشه انصاري  ايراني الاصله  لومړئ  شرقي ښځه  ده چي په خپلو پيسو يې فضاته د پرواز  ټکټ رانيولی دی  .دايزويستيا دنويشتې له مخې  په نظر کې ده د۲۰۰۶ م کال سپتامبر په ۱۴ نېټه دقزاقستان له فضايي ډگر ((بايکانور)) نه  چې دروسې  دهيواد لخوادشوروي رژيم تر ړنگېدو وروسته  ددواړو هيواو په خوښه دغه دهواېې ‌ېړيودتوغېدوډگر چي له هغه ځاي نه  دکلونو راپډې خوافضاته پېړۍ توغول کېږې  له قزاقستان څخه په اجاره اخيستی دی ،انوشه انساري دفضايي بېړۍ دنوروهوابازانو سره يو ځاي فضا ته سفر کوي .انوشه انصاري فضا ته دسفر ټکټ په  ((۲۰)) ميليونه ډالره رانيولی دی . ددسمبر  ۱۴ نيټه دهوايي بېړيو دپروازو له � �گر (( بايکانور)) څخه  دنړيوال فضايي ستيشن  په لور دهغي بېړۍ دتوغېدواوحرکت ورځ ټاکل شوېده  په کوم کښي چي به دنوروهوابازانو تر څنگ يوسيلانی ( توريست) هم فضاته سفر کوي .که څه هم دغه سفر ته اساسي کانديد ديسو کي اېنوموتو((Дайсуке Эномото)) له جاپا ن څخه و، خوهغه ونشوه کولای په وروستۍ ازموينه کي بريالۍ � �ي . په غټ گمان  ممکن  .دهغه ځاي يوه امريکا يي ميليونره (( انوشه انصاري  )) چي له ايران څخه يې  ډير پخوا امريکاته کډه کړېده ونيسي .ديسو کي اېنوموتو((Дайсуке Эномото))په پښتورگي کښي دډبري دشتوالي نا� �وغۍ ځوروي ،زموږ ( روسي ) ډاکترانو هغه ته پدې هکله ويلې وه چې فضاته پرواز له دغه ډول ناروغۍ سره خطر ناک دی . دشوروي نظام دهوايي پروازو په دوران کښي  په عمل کې داسي پېښه شوې ده چې داورولوجي (جهازبولي) دنا� �وغې  له امله دهوايي بېړۍ (سفنې) ټوله  عمليه يا هوابازان اړشوه مخکښي له ټاکلي وخت نه بېړۍ مځکې ته راوگرځوي .داسهامو او اسعارو دتبادلې دکمپنۍ رئيس  ديسو کي اېنوموتو((Дайсуке Эномото)) واقعأ دجاپان او امريکا په مشهورو روغتون ته  دتداوي  لپاره مراجعه وکړه ،متاسفانه  هغوي ونشوه کړاي دهغه له پښتورگي نه ډبره وباسي . درې هفتي مخکښي تر پرواز دروغتيايي او بيولوژيکي انستيتيوت د کميسيون پوهانو دپرېکړي  له مخي  هغه له پروازنه پاته شو.۳۹ کلنه انوش انصاري تر وروستی وخته پوري دوبلېره وه ،پدغه هفته کښي دهوايي بېړيودپوهانو علمي شورا هغه دراتلونکي پرواز لپاره دکانديد په توگه ونوموله . پسله هغه چې انوش انصاري کانديد شول  په بېړۍ کښي دښځېنه اورگانيزم دخصوصياتو په نظر کې نيولو سره بايديو شمير تغيرات راوستل شي .  انوش انصاري  په  تهران کښي  په يوه ازربايجانۍ کورنې کې دنياته راغلې ، پسله هغه چي په ايران کې اس� �امي انقلاب وشودهغي کورنۍ امريکاته مهاجره شوه ،هغه وخت دا ۱۷ کلنه وه (ژباړونکئ)،اوس هلته اوسي .هغه  دا� �کتروتخنيک دعلم ماستره ده ،دخپل ژوند دملگري او ورور سره يي يوځای په امريکا کښي دالکتروتخنيکي اړېکو� �رکت تاسيس کړ چې دهغې لاري يې زياتي پيسي تر لاسه کړې .ايزوستيا ليکې  :دانصاري کورنۍ شرکت   په ۲۰� �۶  م کال دروسې سره د((Explorer)) ډوله  بېړيو دجوړيدو قرارداد لاسليک کړ  چې دهغې پر اساس به سيلانيان (تو� �يستان) فضاته سفر کوي .کله چې دايراني الاصله امريکا يي ښځه تر لس ورځني سفر وروسته مځکې  ته راوگرځي ، دابه دشرق لومړنۍ ښځه وي چي دکيهان  په ازاده فضاکښي به اوسېدلې وي . ورځپاڼه ليکې  : (( مايکل شاتلورت)) ،دجنوبي افريقا او ""دنيس تيتو"" او ""گرگوري اولسن"" دوه امريکايان دي چي پخوا يې دروسي فضايي بېړۍ  په وسيله کيهان ته سفرکړی دی .انوشه انساري  فضايي دسفر ځانگړي تعليمات دروسې دفضايي بېړيو دپرواز ونود هدايت په م� �کز کښي تر سره کړيدي ،داسي فکر کېده چې هغه به په ۲۰۰۷ کال کښي نړيوال هوايي ستيشن ته سفر وکړي . مگر اوس دپورته ويل شوو دلايلو پر اساس سږکال دسپټمبر په ۱۴ نېټه هغه بېړۍ چي دابه هم پکښي وي فضاته دقزاقستان ((بيکانور))  له هوايي ډگر نه توغول کيږې . دژباړونکی لخوا نور راټول شوي معلومات  : لومړنئ توريست چي ( فضا) ته يې په ۲۰۰۱ م کال کښي سفر وکړ ""دنيس تيتو"" دامريکا د کلفورنيادښاراوسېدونکی يو سرمايدارو،هغه دخپل سفر تر راگرځېدو وروسته وويل (( ما جنت ته سفر کړۍ و)) . همدا ډول په ۲۰۰۲م کال کښي  «مارك شاتلورث»دجنوبي  آفريقاا و «گرگوري اولسن»  دآمريكا  تبع په ۲۰۰۵   م کال کښي دهمدې  بيکانوردهوايي بېړيودتوغېدوله ستيشن څ خه  نه فضاته دتورسيتانو په توگه سفر کړی دی . ميرمن انوشه انصاري په يوه مرکه کښي دخپل سفر په هکله وي� �ې دي : زمالپاره به ډير جالبه وي کله چې دمځکي له کرې نه خارجه شم ، او وگورم چې زموږ نړۍ څنگه شکل لري.  يوې  آمريكايي مجلې ((فوربس)) څلور کاله پخوا انوشه انصاري تر څلوېښتو کالو کښته عمر درلودونکو په جمله کښي دامريکا يوه له برياليو سوداگرو څخه بللې وه .      انوشه انصاري لومړنۍشرقي هوابازه وايي : دسپتمبر په منځنيو شپو او ورځو کې  به ايرانۍ بيرغ په نړيوال فضايي ستېشن کې ورپوي . ديادولو وړده چې دابه پدغه سفر کې دامريکا او ايران  دواړه  بيرغونه له ځان سره فضا ته يوسي .  انوشه انصاري له دغو پيلوټانو سره يوځاي مځکې ته راگرځي . لومړنۍ شرقي  هوابازه  ښځه به پسله لسو ورځو سفر نه له روسي او امريکايي هوابازانو سره چې شپږ م ياشتو راپدي خوا په نړيوال هوايي ستېشن کې اوسي يو ځای مځکې ته راوگرځي .",لومړۍ شرقي ښځي فضاته دسفر ټکټ رانيولی دی 4838,عبدالولي برهاني," عبدالولي برهاني / ج� �مني پرون د سپټمبر ديارلسمه نېټه جرمني ته  دافغانستان د کونيو چارو دپخواني وزير د پوځي او سياسي چارو کارپوه او  نوميالي څېړونکي ښاغلي علي احمد جلالي د راتګ په مناسبت د جرمني دهورت په ښار کي دافغانانو يوه غونډه جوړه سوې وه . ښاغلی علي احمد جلالي د سپټمبر پر دولسمه نېټه له امرېکې څخه جرمني ته رارسېدلی و چي د کولن بن په هوايي ډګر کي ورته دافغانستان د کلتوري ودي ټو� �ني دمشرتابه جرګې ځينو غړو ښه راغلاست ووايه . دهورت په ياده سوې غونډه کي تر هرڅه ترمخه د افغانستان دپوهنتون د پخواني استاد ليکوال او څېړونکي او دپکتيا والي استاد حکيم تڼيوال د شهادت له امله ژوره خواشيني څرګنده سوه ، ښاغلي مبارز څاپي د قرآن عظيم الشان دڅو مبارکو ايتونو تلاوت وکړ او بيا ټولو په ګډه د� �هيد تڼيوال روح ته دعا وکړه . دافغانستان دکلتوري ودي ټولني په استازيتوب ليکوال او کره کتونکي ښاغلي زرين انځور ښاغلي جلالي ته ښه راغلاست ووايه او مننه يې ترې وکړه چي د ټولني په بلنه يې په خيبر کي دافغانانو د تاريخي بري ددرې سوه پنځه دېرشمي کليزي جشن ته  تشريف راوړﺉ دﺉ . ورپسې ښاغلي علي احمدجلالي دافغانستان پر اوسنيو حالاتو په لنډيز سره رڼا واچلوله او دغونډي د برخه والو بېلابېلو پوښتنو ته يې ځواب ووايه . نوموړې غونډه چي د ماځيګر پنځو بجو پيل شوې وه د شپې تر لسو بجو پوري يې دوام وکړ . ښاغلی علي احمد جلالي نن د سپټمبر پر څوارلسمه نېټه دهالند د اوتريخت په ښار کي د افغانانو په يوه غونډه کي ګډون وکړ او له هغوی سره يې دافغانستان د حالاتو په باب خبري اتري وکړې .   ",المان ته د ښاغلي جلالي دراتګ په مناسبت غونډه وشوه 4839,," عبدالله پتمن/كابل د اسلام په اړه د نړۍ د کاتوليکانو د مشر شپاړسم پاپ بينډکټ څرگندوني، په څو اسلامي هيوادونو کې له سختو نيوکو سره مخ شوې. د اسلام د مذهبي مشرانو په باور د پاپ وروستۍ څرګندوني د اسلام د مقدس دين پر خلاف بيان شوي دي. پاپ دغه د اسلام ضد څرگندوني المان ته د خپل يو اونيز سفر په ترڅ کې کړي وي. پاپ بينډکټ خپلې څرګندونې په المان کې د خپل سفر د پاى ته رسېدو په ترڅ کې د ريگنز برگ په پوهنتون کې وکړي.هغه په دغه وينا د اسلام او مسيحيت ترمنځ د تاريخي او فلسفي تفاوت، د دين او تاوتريخوالي ترمنځ اړيکي او د جهاد په اړه خبرې وکړې. همدارنګه پاپ په څ وارلسمه پېړۍ کې د روم د امپراتور دوهم ""مانوئل"" له قوله ويلي چې د اسلام پيغمبر پرته له شر، وحشت او دا چي خپل دين (اسلام) د توري په زور په نړۍ وپېژني بل څه نه دي راوړي.   سره له دې چې پاپ ټينګار وکړ دا ويناوې يي خپلې نه دي، خو د ترکيې، مصر، پاکستان او څو نورو اسلامي هېوادونو مذهبي مشرانو پر دغو څرګندونو سختې نيوکې وکړې او ويې ويل چي پاپ دي له مسلمانانو څخه بخښنه وغواړي. دا په داسي حال كي ده چي راتلونكې اونۍ پاپ بينډكټ تركيې ته سفر كوي ",اسلامي عالمانو پاپ بينډكټ اسلام ته په سپكاوي تورن كړ 4840,," عبدالله پتمن/كابلد امريکا متحده ايالاتو ويلي چي اروپايې ټولنه دي له فلسطين سره په مرسته کولو کې له بيړي کار نه اخلي. دا په داسي حال کي ده چي نن د ا� �وپايې ټولني د بهرنيو چارو وزيرانو په بروکسل کې په يوه جوړه شوې غونډه کې د حماس گوند له كړي پرېكړي څخه د� �ناوى وكړ، چي د ملي حکومت د جوړولو په اړه يې كړې وه. په غونډه كي د اروپايي ټولني د مرستو د بيا پيل کېدو په هکله خبري وشوې. د اروپايې ټولني د ډيپلوماتانو يوه ډله تېره ورځ د غزې تراډي ته تللي وه. د غو ډيپلوماتانو دا � �وښانه کړه، چي د گډ حکومت جوړېدل کولاى شي بهرنۍ مرستې بيا تر لاسه کړي. دا خبره دوى د فلسطين له ولسمشر محمود عباس سره د کتني پر وخت وکړه. که چيرې دغه نوى حکومت د نړيوالې ټولني غوښتنې په پام کې ونيسي، نو نړيواله ټو� �نه به هم د فلسطين له حکومت سره خپلې مرستې او سياسي اړيکي بيا پيل کړي د حماس گوند د مارچ راهيسي د فلسطين د ح کومت چارې ترلاسه کړي دي. خو د زياتو نړيوالو فشارونو له امله يې تېره اونۍ  ومنله، چې د ولسمشر محمود عباس س� �ه د يوه گډ حکومت پر جوړولو خبرې اترې وکړي. ",امريكا: اروپايي ټولنه دي بېړه نه كوي 4841,," عبدالله پتمن/كابلپه امريکا کي يوې مح اکمي د دوبۍ پر امير محمد بن راشدالمکتوم باندي تور لگولى چي د اوښانو د ځغاستي لپاره يې په زرگونو ماشومان خپل غلامان ګرځولي دي. د محاکمې په يو راپور کې راغلي چي نوموړي دغه ماشومان له سويلي آسيا، بنگله دېش او نورو غريبو هيوادونو څخه تښتولي دي. په ياد شوي راپور كي له راشد المكتوم سره د هغه ورور همدان او پنځه سوه نور م لگري هم پړه ګڼل شوي دي. خو د دوبۍ امير په دې هلكه تراوسه څه نه دي ويلي. پاته دي نه وي چي په دې تښتول شويو ما� �ومانو کې د ځينو عمرونه دوه کاله ښودل شوى دى. ",د دوبۍ امير د ماشومانو په تښتونه كي لاس لري 4842,," د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې په نوښت د روان کال د سپتمبر پر شپاړسمه نېټه د جرمني د کولن ښار څنګ ته، د هورت په ښارګوټي کې، په خيبر کې د افغانانو د تاريخي بري د 335 کليزې په وياړ يوه لويه جشني غونډه جوړېږي. په دغه غونډه کې دغه راز د افغانستان د نوميالي تاريخي شخصيت ايمل خان مومند د تاريخي کارنامو په اړه يوه علمي برخه هم په پام کې نيول شوې ده. په دغه علمي برخه کې به د دغو پوهانو ويناوې او مقالې واورول شي:ـــ ښاغلی پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړـــ ښاغلی علي احمد جلاليـــ ښاغلی کانديد اکاډمېسين محمد اعظم سيستانيـــ ښاغلی افراسياب خټکـــ ښاغلی محمد انعام واکاو يو شمېر نورپه دغه مناسبت ټولنې يو شمېر مهم کتابونه هم چاپ او خپاره کړي دي، لکه:ـــ افغان هوتکي پاڅون، ليكوالان بېلا بېل (د سېمينار د مقالو ټولګه)ـــ ايمل خان، ليکوال : ارواښاد ميراجان سيال موم ند ـــ په مشرق کې د مغرب ګلونه (د ختيځپوهانو او پښتوپوهانو په اړه) ليکوال: پوهاند ډاکټر حبيب الله تږی� �ــ فزيکي کيميا، ليکوال : پوهاند ډاکټر خيرمحمد ماموندـــ د حميدي ياد، ليكوالان بېلا بېل (د ټولنې له لورې د ارواښاد ميرزا علم حميدي د ياد غونډې د مقالو ټولګه)ـــ په منځنۍ اسيا کې لويه لوبه او هند ته د روسانو لښکر کشي، ليکواله: تاتيانانيکووايونا، ژباړن: محمد طاهر کاڼیـــ په حالنامه کې د بايزيد روښان عرفاني او فلسفي څېره، ليکوال: محمداکبر کرګر ( د کتابونو په اړه نور مالومات)د دغې غونډې په نورو برخو کې تمثيلي ټوټې، ټنګ ټکور او ملي اتڼونه هم په نظر کې نيول شوي دي.ټولو هغو هېوادوالو ته چې په داسې ملي ــ تاريخي غونډه کې د ګډون لېواله وي، خو د ادرسونو د نه لرلو يا بدلون له کبله زموږ بلنليکونه نه دي ور رسېدلي، په درناوي يادونه کوو  چې په دې غونډه کې برخه اخيستلی شي او د وطن د يو تاريخي وياړ په ځلولو کې زموږ م� �ګري کېدای شي. وخت : د 2006 کال د سيپټمبر 16 ،  د ماسپښين درې  بجې   پته : Event PalastMax – Planck – Str.  9a50354  Hürth  , bei  Köln د پتې د ښې څرګندتيا لپاره دغې ويب پاڼې ته تللی شئ : www.eventpalast.com د اړتيا وړ ټيليفونونه :  01755001067 01732435350       ",سبادسپټمبر ۱۶مه په جرمني کي يوه لويه غونډه جوړېږي 4843,," همدا اوس ماځيګر د طالبانو وياند ډاكټر محمدحنيف بېنوا ويبپاڼي ته ټلېفون وكړ او ويې ويل چي د پكتيا ولايت د رمى ولسوالۍ امنيه قومندان عبدالحى له خپلو ۲۵ تنو وسله والو پوليسو سره د طالبانو په ليكه كي ودرېد، ډاكټر حنيف زياته كړه چي قومندان له دوى سره ژمنه كړې چي د ده په وينا د امريكايانو پر ضد جهاد ته به دوام وركوي.نوموړي وويل چي لږ شېبه وړاندي يې د نو� �ستان ولايت په كامدېش ولسوالي كي د امريكايانو يو موټر په ريموټ كنټرول بم والوزاوه چي د ده په وينا ټول سپا� �ه پكي ووژل شول.طالب وياند زياته كړه چي نن ماسپښين يې د نورستان ولايت د ننګرك ولسوالي په كله ګوش سيمه كي د امريكايانو پر يوه مركز بريد كړى چي له امله يې پنځه سرتيري مړه او دوه موټره سوځېدلي دي. خو د قومندان عبدالحي په اړه د افغانستان د كورنيو چارو وزارت تر اوسه څه نه دي ويلي، او نه هم ايتلافي ځواكونو پر دوى باندي د بريد پخلى كړى. ",د پكتياولايت د رمى ولسوالي امنيه قومندان تسليم شو 4844,"ډاکټر � �بیح الله حسن-لندن"," که مې دردونه دزړه تل نه کول           چا به په ما پورې خندل نه کول                دکعبې تور غلاف به څه ورکو� �        چې طوافونه ئې داوربل  نه کول           دتا په زړه به  ښویدلم  ولې      که مې مزلونه په کنګل  نه کول           ما به سنګار وه  دابد ناوکۍ            خو هیڅ مې خوار اکرب ازل  نه کو� �           پکې زرغونې شوې ښیرې په اوښکو    نور بارانونه  مې کوګل  نه کول           ما  نفسونه  د ازل د احسان     څو ځله ور کړل خو اج� �  نه کول           هم په کتو اونه کتو ویریدم    چې په کتو کې مې کتل  نه کول           (حسن )پرې وشیندل کوډګر لفظونه  ډک له معنا نه ئې غزل  نه کو� �           ډاکټر ذبیح الله حسن-لندن ",د ابد ناوکۍ 4845,," نن جمعه دكندهار په احمدشاهي � �وبغالي كي د كندهار آرين او هلمند آرين لوبډلو ترمنځ د فټبال يوه په زړه پوري لوبه ترسره شوه.دا په كندهار كي د هلمندآرين لوبډلي دوهمه لوبه ده، چي لومړۍ هغه يې د كندهار له اتفاق لوبډلي څخه ۴ پر يو بايللې وه.د نن ورځي په لوبه كي د كندهار د آرين كلب ځوان يرغل كوونكى مصطفى ډېر ښه وځلېدۍ، مصطفى وكړاى سواى چي د خپلي ډلي لپاره دوه په زړه پوري ګولونه ترسره كړي، خو لوبه نندارچيانو ته هغه وخت ډېره په زړه پوري شوه چي د كندهار آرين كلب يوه بل تنكي ځوان محمود له خورا ليري واټن څخه درېيم ګول ترسره كړ. هلمند لوبډلي له يوې خوا خپله دفاع ټينګه كړه او له بلې خوا يې د ګولونو د لګولو لپاره هڅي توندي كړې، خو له خپلو ټولو هڅو سره_سره يې د لوبي تر پايه يوازي يوګول ترسره كړ.په دې ډول نو لوبه ۳ پر  يو د كندهار آرين لوبډلي په ګټه پاى ته و� �سېده. د يادوني وړ ده چي سبا د شنبې په ورځ به د فراه انصاري او كندهار افغان لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شي.  ",د هلمند او كندهار ترمنځ د فټبال دوهمه لوبه ترسره شوه 4846,محمود نظري - لندن," محمود نظريد کوټی دروازه  ورو ورو په ګوتو وټکېده او بیا  ورو پوري وهل شو، د وره دزګیروی سره د یوې سپین سرې سر کوټې ته دننه شو او له  کټه بینو � �ینکو د ښېښو نه یې د کټ خوا ته وکتل او په خوشالۍ یې  وویل :احمدوف! ستاسو په هیواد کي رژیم بدل شو او مشر م و  ویل موږد خپلو بندیانو پوښتنه او بازخواست کوو او هغوی راغواړو. د دی خبرې سره سم احمدوف اریان د� �یان ودرېد په بد ګمانو سترګو یې پورته وکتل او ژړغونی شو ، دیوې  ترخې موسکا  څپه یې بر شونډو خپره شوه. په بدن یې بریښنا ننوتله او بند بند یې ور وریږدوی، د زړه د رباب تارونه یې وترنګېده او له ځانه سره یې غم غم وو. په کوټه کي په ګرځېدو راګرځېدوشو ، مځکې ځای نه  ورکاوه، نه پوهېده وخاندي که وژاړي، ناببره  یې په زوره زوره وژ ړل خو ژر په خندا شو او له سترګو یې اوښکي توی شوې.کښېناست ګوتې یې سره کښېکښلې زړه یې سخت درزېدی او دچورت  په سمندر کې لاهو وو په سترګو کي یې د خوشۍ اوښکې خوټېدی لکه ګل چي نوی وغوړېږی تازه شو،  مخ یې سورخي پیدا کړه   مور او  د هغې پستې او خوږې خبرې یې ورپه یاد شوﺉ هغه یې څو واري په خوب کي لېدلې وه هغې ورته وی� �: ولي نه راځې؟ او ده ورته ویل : دا دی راغلم.کوچنۍخور او  ورور یې  په یاد شولهغه ۲۵ مني او ژمي دلته په نهېلۍ تیر کړی وو ا ن خندا او ژړا ترې هیره شوې وهنور یې د سترګو چینې وچي شوي وې  دا لومړی ځل وو  چي بیا یې په سترګو کي اوښکې او په شونډو  کي یې موسکا  را پیدا شوه خو دا حالت یې تر ډېره پاته نه شو ژربیا د کونځو  چپه  یې پر تندي خپره شوه او له ځانه سره یې ورو وویل :مور به مي  اوس مړه یا سپین سرې وي ، ورور او خور به مي اوس خدای خبر چیري وي ؟؟ د هغه  په چورت کي هغوی اوس هم واړه وه ، اوس به هغوی ما  څنګه وپیژني؟! په هکله یې  چرت  واهه او ژر یې  له ځان سره وویل: زه به دا خپله غاړه له ځان سره یو سم او ورته و به وایم زه احمدوف یم ! احمدوف!خپلو پښو ته يې وکتل  سترګې یې تنګي کړې او ژړ له کوټی نه بهر ووت یو موټ واوره یې د پښو پر دانو ټینګه ټینګه وموښله او هغه یې په سرو وینو ولړله بیا بیرته کوټې  ته ننوت یوه کوچنۍ هینداره یې چي هلته پرته وه  را واخېستله د لاس پر شا یې  پاکه او په هغه کي یې وکتل، د سپينی ږیری په لیدو یې جټکه وخوړله او د ژبې لاندي یې ورو وویل: هغوی به ما وپيژني؟!  سر یې  بیاکښته وځړاوه شونډي یې ورپېدې  پر څیره یې بیا د خواشینۍ چپه وغزېده اوله ځان سره یې وویل: د هغو به اوس هېر  یمه! سترګې یې غټي � �وي او ویې ویل: د هغو نومونه به  ورته واخلم ستار ، جانان د بابا زوی... د کوڅې نوم د ماجد د ملا نوم، د اکا د زامنو نومونه، د کوڅې د دوکاندار نوم....بیا یې ژر سر وځړاوه او له ځان سره یې وویل :هغوی به  ټوله مړه � �وي  وي ؟! نن یکشنبه د رخصتی   ورځ وه هغه خپل کالی پرېمنځلي وه د بخارۍ لپاره یې لرګي م ات کړي  وه بیا  یې ځان ته سورکرم پوخ کړی وی  خو اوس یې اشتیا بېخي تښتېدلې وه تر ماښامه کوتې ته تی او � �اتی او چي ستړی شو  بیا پر چپرکت پریوت یوه سترګه یې خلاصه او بله یې  بنده نیولې او په اندېښنو کي ډوب وو او د ډول ډول سوچونو  سره لاس او ګریوان ..نوره هوا تیاره شوې وه، الکین یې ولګامه یوه شېبه   وروسته یې هغه بیرته پوه کړ او ځان یې په بړستن کي ونغښت لټ په لټ اوښت راوښت، بیا  پړ مخي پرېوت او به زوره ز وره یې چیغي کړې، لکه مار چیچلۍ خوب نه  ورتۍ او تاو تاو کیده، بیرته کښیناست الکین یې ولګاوه خپله هغه غاړه یې چي د راتګ به وخت کي اغوستی وه یووار بیا لاس تیر کړ او سر یې شا لوري ته  کوږ کړ او په سوچونو کي  ډوب شو کرۍ  شپه یې په همدې سوچونو کي  تېره کړه...« روسانو د د وی  کور ته ننوتل هر شی یې لوټ او مات کړل دده یې سترګې وتړلې او د ځان سره یې بوت د مور ساندي یې تراوسه په غوږو کي آزانګې کولې  بیا یې په الوتکه کي واچوی  دنورو ږغونو او زګیرویو په منځ کي يو ږغ ورته آشنا ښکاره شو تر ننه   یې هغه پیدا نه کړ چي هغه د چا ږغ وو بیا څو تنه  په هوا کي دالوتکي نه لاندي ټېل وهل شول او ورسره هغه اشنا  ږغ  هم ترې تم شو. بیا يې د اتکړۍ او زو� �نې سره دې سپین زندان ته راوست.  لس سپیان ،ګاډۍ او د صندوقونه وړل راوړل یې لوړي غونډۍ  ته دنده � �وه. یو وار یې چي هغه وخت اجمل  هم ژوند ی وو، د تښتي هڅه وکړه خو لاره ترې و رکه شوه ،په هره لور کي سپینه واوره وه، دوی بې هوښه شول او د همدې سپين سری زوی  د  سپو په مرسته  دوی پیدا کړل او هغې  ورته وویل :ښه دی چي لېوان نه دي در باندي راغلي.   نور نو ده دخپلي هېلي دروازه تړلې لېدله، بیا اجمل د ډېرو دانو نه مړ شو او دی  تکي تنها پاته  شو. اجمل  ده ته څو نښانې پرښودې چي   مور ته یې یوسيهمدې سپين سري کله نا کله یو نېمه د راډیو خبره ده ته کولهیوه ورځ  یې خپل خوب ورته  و وایه : چي د روس رهبران په یو  هوایي بېړۍ (کوزموس) کي سپاره وي او هغه پر مځکه را لوېږي  او ټوله اور اخلي . او د ده نه یې  وپوښتل :ته پوهېږې  داڅه مانا لري ؟خو ده هغه جاسوسه ګڼله او یوازي د نه په چم سره یې شونډې ورته بوڅې کړې ،خو اوس  یې باور راغلی وو چي هغه ښه  ښځه ده. د احمدوف په  جوله کي د خواشينۍ او درد نښي ښکارېدې خو په شونډو کي یې موسکا خپره  وه او منتظر د کوټې مخ ته ولاړ وو د ده په نظر ورېځې په ګډا ګډا یوې خوا  بلې خواته  روانې وې  سارایي ا لوتونکې یې لیدلې  چي تر لېرو لېرو الوزییوه دسکشه یې  له لاسه ایستلې  اود اجمل نښې یې په لاس کي ټینګی نیولي  وې   ،  په سپینه واوره د کوټې مخ ته تی راتی .د پښو � �اندي  یې وار ې  کېږ کېږ کاوه .  ده تر  لېري لېري بېله دې چي باڼه ورپوي  سترګې لغړولې خو   نا ځواني سپیني  واوري  به یې د سترګو نور ترې یووړدا پنځه کاله کیږي  لامنتظر دی هره ورځ  په پړسیدلو سترګو د یوې ګړی لپاره سترګې نه تړي لاره څاري تر لېرو لېر و  پوري ښې او کیڼ پلو ته ګوري تر هغه چي یې د ستر ګو دید نا ځوانه واوره یوسي، سترګي پټي کړي  څه هوا له خولې وباسي او ژر بیاسترګې خلاصي او لاره څاري  . ",توره واوره 4847,"محمداب� �اهيم( سپېڅلى )","  محمدابراهيم( سپېڅلى ) هغه مهال چي � �اموږکوچنيان وواو په هيوادکي دروس پرضدجهادروان ؤ نو دمجاهدينو سر ه دجنګ لپاره به روسي پوځيان اودهغه مهال دولتي ځواکونه د(قطار) په نامه پردغه لارياسړک چي د باباصاحب اولسوالي ته غزيدلى اوپه هغه مهال کي خامه ؤتي� �يدل ، موږ نورنه پوهيدو،تش ننداره به مويې کوله او پرټاکونوناست هرپوځي به راته( شوروى ) ښکاريدى ،په زړه کي به موورته ښيراوي کولې . په هغه مهال کي ډيروپه سياست پوهوکسانولاداوړاندوينه نه سوه کولاى چي يومهال به پردغه دباباصاحب اولسوالۍته پرغزېدلي سړک اونورولويواووړولاروباندي به دروسانو او ګاونډيووروڼو!!! پرځاى امريکايان اودهغو ملاتړي تيريږي خودادي تر لسو زيات کلونه تيرسول اوزه وينم چي په همغه سړک باندي امريکايي ځواکونه په همغه ډول ( دقطار په بڼه ) تيريږي اوداسي انګيري لکه امن چي دوي پخپلو ټانکونوپوري تړلى اوله ام� �يکا څخه يې له ځان سره موږته راوړي وي. اوس هم چي زه ګورم دسړک پرغاړه ددوي تلونکي (قطار) ته زموږ دکلي ډيرى کوچينيان هغسي زموږ په ډول دسړک پرغاړه ورته ولاړوي او ددوي ننداره کوي خوداچي دوي ( اوسني کوچينيان) بيا په زړه کي امريکايانوته څه وايي؟ زه نه پو هيږم يوازي ددغوکوچنيانوپه په ليدلو خپل کوچينوالي راپه ياد اود � �وسانو هغه تيرانځور مي سترګو ته جګ ودريږي،له ځانه سره ووايم ياره!داسياست هم يو عجيبه شي دي ؟تاسووګورئ! هغه خلګ چي يو مهال امريکادخپلو ډالرو په زور په نړيوالو وپيژندل او خپل لو ي دښمن ( شورې اتحاد)ته يي ماته په و� �کړه،خواوس دهغو په نيولو،وژلو،او بندي کولو باندي نورډالر مصرفوي او د تروريست دنوم په ورپوري تړلونو� �هيوادونه لاهم ترفشارلاندي راولي، چي دا ټولي د سياست لوبي دي بير ته ومخکنيوخبروته په لږورګرځيدوسره دايادونه کوم،دروسانوداشغال پروخت آن دغرب ځواکمنو استخباراتولاسل په سلوکي په دې خبروباندي باورنه در� �ودچي يومهال به دافغانستان پر واټونو ددوى عسکرقدم وهي داچي داکارڅنګه وسو؟زموږدسپين زړوافغانانوسرنه په خلاصيږي اوياسرنه په خلاصوي. هغه مهال چي دسپتمبرپريوولسمه دنيويارک پرڅولوړوبرجونوباندي بريدونه ترس� �ه سول اوددوى په ويناددرې زروپه شاوخواکي خلګوخپل ژونددلاسه ورکړ،دايې پېنځم کال دى چي دهغودغچ لمبې ت� �افغانستان اوعراق پوري ورسېدې ،لبنان يې هم په غيري مستقيم ډول څه ناڅه ژوبل کړاوايران ته لاغاښ چيچل شروع دي نوچي کله به ددې غچ لمبې ترايران پوري ورورسيږي اوهلته به هم خداى خبرڅونده بېګناه انسانان خپلي ککرۍ وخوري اوداښائيسته کورونه به يې دعراقيانوپه ډول په کنډوالوبدل سي؟؟  که څه هم آمريکااوانډيوالانو يې ددوى په اصطلاح دتروريزم په خلاف کلکه مبارزه پيل کړيده اووايي چي ((موږهرهغه څوک چي دنيويارک اوتانزانياپه چاودونوکي يې لاس وي موږيې نيسواودګوانتناموپه زورور زندان کي يې ساتوترڅونړۍ يې له شره په امن کي وي !!)) خود� �ته په ځينو هيوادونوکي داسي آوازي هم ترغوږوکيږي چي ( په دغودواړوچاودونوکي خپله دهمدغوسياسي لوبغاړوپه ډ� �ه کي دځينولاس ؤترڅونه يوازي دځينوهيوادونوترځمکي لاندي شتمنيوته ځان ورسوي بلکي دخپل لوى حريف ( روس) پرخيټه هم پښې کښېږدي اوله دې لاري يوخوندوردبادارۍ ژوندترلاسه کړي .)) داچي داآوازې څونده پرځاى اوڅونده بېځايه ؟ سپينول يې دتاريخ کاردى . نوپه دغسي نازکوحالاتوکي دورسته پاتوهيوادونوسياست والوپه ځانګړي ډول زموږ دهيوادسياسي لوبغاړ وته هم په کارده چي دنړيوالوسياسي لوبغاړوپه سياسي چلونوځان پوه کړي اوپه دې پوه سي چي په دغسي وختوکي زموږلپاره خپل هيواد اوملي هويت ډيرمهم دى ځکه که افغانستان جوړ،آباد،پرمختللى اونيکمرغه � �موږافغانان به دنړۍپه هرځاى کي سرلوړي،بريالي اودسووکاله ژوندلرونکي يواوکه خداى مه کړه موږاوزموږسياست پوهانودنورولپاره هلي ځلي کولې اودهيوادپه کيسه کي نه وونوموږبه همداسي لکه ديتيم اوښکي کله چيري اوکله چي� �ي دانه وانه يواوهيڅ درناوى به مونه کيږي . راسئ ! ټولي غاړي دخپل اولس،خپل هيواد،خپلوشهيدانو،خپلويتيم انواو... دخوښۍپه هيله دافغانيت پرټغرسره کښېنواوبل چاته داموقع ورنه کړوچي زموږاوستاسوپه مينځ کي خاشې ماتي کړي او يا زموږ پر اوږه ټوپک کښېږدي اوخپله نښه، وولي يازموږداحساساتوڅخه کارواخلي په موږباندي دخپل کورپه خرابولواودورورپه وژلوسره خپل کاروکړي .  په ټول هيوادکي دامنيت،سولي،نيکمرغۍاوخوشحالۍ په هيله  سمسوردي وي ګران افغاستان ،مړه اونابوددي وي ددې پاکي خاور ي دښمنان  ",ديوولسم سپتمبرپه پلمه (دسپېځلي لیکنه ) 4848,محمدالله تبسم," شعر زه زړه لرمه د زړه در لرمه په زړه ناسور غوندي پرهر لرمه چي راته وګوري نو درد راكوي د ښكلو سترګو نه خطر لرمه چی ستا د حسن هر انداز په كي پ� �وت په خيال كي ښكلي شان منظر لرمه زما ژوندون د حادثاتو شپه ده زه نه رڼا او ده سحر لرم ه د هر ارمان قاتل په خپله يمه خلكو بس دغه لوي هنر لرمه ترينه د غم پيغلي منګي ډكوي زه د زړګي په نوم ګودر لرمه تبسم لا ځوان يم اميدونه لرم ځكه په مخ كي ګران سفر لرمه ", ښكلي شان منظر 4849,اما ن الله نصرت,"      راشه چی اشناغزل غزل دی کړم ټپه دی کړم  راشه د وختونو د سپرلی خوږه وږمه دی کړم   راشه د سپورمی له پلوشو درته امیل جوړ کړم � �اشه چی د حسن او ښکلا بله د یوه دی کرم   راشه چه دی ستوری سپینی غاړی ته هارونه کړم راشه چی دی مینه کړم د ژوند مسته نغمه دی کړم   راشه چی کو څه دی استانه د ملنگانو شی راشه چی مینا دی کړم د میو شنه پیاله دی ړرم   راشه بلبلان درته په پښو کی په سجد و کړ مه تانده گل غوټۍ دی کړمه گل دی کړم غنچه دی کړم   راشه شوندی گل اننگی گل سترگی دی گل کړمه ښکلی په هنر درنگ او حسن ترانه دی کړم   راشه درنه جوړ چی زه ښایست د زما نو کړمه راشه د فطرت درڼا گانو سر چینه دی کړم   راشه چی د مینی پټ رازونه درته ووایم راشه زه نصرت چی د زړگی کورکی د یره دی کړم ",د ژوند نغمه 4850,," د نيمروز د دل ارام ولسوالۍ چې د کندهار - هرات د � �ويې لار په سر پرته ده افغان دولتى فوځيانو بيرته له طالب جنګياليو څخه نيولې ده . د نيمروز والى غلام دستګير وايى چې ولسوالى بيرته د جمعې په ورځ د افغان دولتى ځواکونو تر واک لاندې راغلې ده .دغه ولسوالۍ ٦ ورځې وړاندې طا� �ب جنګياليو نيولې وه . ",دولت بيرته دل ارام ولسوالۍ نيولې ده 4851,," دکاناډا فوځى چارواکود جمعې په ورځ و ويل : چې ٢٠٠ نور نوى عسکر او يو اندازه فوځى تجهيزات او وسايل افغانستان ته استوي .اوس مهال کاناډا افغانستان کې ٢٣٠٠ فوځيان لري ، چې ډيره يې د افغانستان په جنوب کې له طالب جنګياليو سره لاس او ګريوان دي . په تي� �ه دريو مياشتو کې له طالب جنګياليو سره په اخ اوډب کې ١٦ تنه کاناډايان وژل شوي دي . د کاناډا يو فوځى چارواکى ويلى چې په لومړي سر کې ٤ او وروسته ١٥ ټانکونه افغانستان ته ليږي . چارواکي منلې چې د تير کال په پرتله د طالب جنګياليو بريدونه سخت شوي اود هغوى په جنګى تاکتيکونو کې بدلون راغلى دي .له دې وړاندې پولنډ د پنجشنپې په ورځ وويل چې د راتلونکى کال د فبروري تر مياشتې پورې به ١٠٠٠ تنه فوځيان افغانستان ته واستوي. ",کاناډا ٢٠٠ فوځيان اونورتجهيزات افغانستان ته استوي 4852,," د نيمروز والى غلام دستګير هغه � �پوټونه ردکړل چې وايى افغان فوځيانو د دل ارام ښارګوټۍ بيرته له طالب جنګياليو څخه نيولى دي. نوموړي بينوا سره نن د ټيلفون پر ليکه ومنله چې دل ارام ښارګوټۍ او شاه وخواسيمى له دوى سره نه دي او د ده په وينا له مرکزي دو� �ت څخه يې د مرستې او نويو ځواکونو غوښتنه څو ځله کړې ده . دل ارام ښار ګوټى چې د کندهار او هرات د لويې لار په سر موقعيت لري ٧ ورځې وړاندې طالبانو نيولى دي . ده د بکوا ، دل ارام ، ګلستان ، فرارود او د فراه او نيمروز و� �ايتونو په يو شمير سيمو کې د ناڅرګند شمير طالبانو د شتون خبره ومنله .پرون د نيمروز والى او يو شمير نورو چارواکو له خولې رپوټ ورکړ شو چې دل ارام ښار ګوټۍ دافغان ځواکونو لاس ته لويدلى دي. ",دل ارام ښارګوټۍلا هم د طالبانو په واک کې دي 4853,,"   افغان ولسمشر حامد کرزی له � �وړپوړي پلاوي  سره په گډه دامریکې متحدو ایالاتو ته دملگرو ملتونوپه یوې شپیتمې غونډې کې دگډون په موخه په نیږدې راتلونکې کې تلونکی دی. ولسمشر به دغونډې په لړ کې دځینوهیوادونو له ولسمشرانو سره به هم لیدنې ولري دیونیسف له لورې په نیویارک کې دماشومانو غونډې ته به هم ورشي. بیا دکانډا په لور درومي دکانډا له ولسمشر او لومړي وزیر سره له افغانستان سره ددغه هیواد دمرستو مننه وکړي او دزیاتو مرستو غوښتونکی به شي. له کانډا وروسته دڅلورو ورځو لپاره به دامریکې متحدوایالاتو پلازمینې واشنگتن ته راشي بوش، ډیک چیني، کاندولیزا رایس او رامزفیلد سره به دافغانستان په اړه ددواړو هیوادونو دگډې جگړې تروریزم سره جگړه هم گټې او ورته نورې موضوعگانې دخبرو ټکي وي. ",ولسمشر کرزی امریکا او کانډا ته سفر کوي 4854,,"   بینوا ویبپاڼې ته دسوله ساتو ځواکونو له لورې په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په لومړي ځل داسترالیا هیواد افغانستان ته ٤٠٠  سرتیري استوي دغه ډله سرتیري به دهالنډ سرتیرو سره جوخت دناټو تر مشرۍ لاندې داروزگان په ولایت کې له طالبانو سره گډه جگړه کوي. تیره اوونۍ ددغو سرتیرو له ډلې ١٠٠ سرتیري اروزگان ته لیږل شوي او پاتې نور درې سوه س� �تیري به راتلونکې اوونۍ کې ولیږدوي.  ",استرالیا ٤٠٠ سرتیري افغانستان ته استوي. 4855,," ", 4856,,"     په جرمني کې دکاتولیکانو دمذهبي مشرپاپ بینیډک هغې خبرې  چې داسلام دستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په اړه یې ویلې وه چې سترپیغمبرمحمد صلی الله علیه وسلم اس� �ام دتورې په زور غوښته په خلکو ومني چې دا کار له تعقل سره په ضدیت کې دی، په ټوله اسلامي نړۍ کې دټولو مسلم انانو دقهر او غوصې لامل گرځیدلي. په لومړي ځل دپاپ داخبرې دپاکستان له لورې وغندل شوي دپاکستان پارلم ان یوپریکړه لیک خپور کړ چې له پاپ غوښتل شوي بایددخپلو خبرو په سر له ټولو مسلمانانو بخښنه وغواړي. طالبانو هم دپاپ خبرې په کلکه غندلي او دا یې ویلي چې دپاپ داخبرې ددې ښکارندويي کوي چې روانه دتروریزم جگړه یوازې دمسلمانانو له منځه وړل دي. دمالیزیا لومړي وزیر ویلي پاپ دې بخښنه وغواړي او کوښښ دې وکړي چې دادیانو احترام وکړي. دترکیې ورځپاڼو پاپ ته لیکلي چې دعیسویانو مشرله اسلام ناخبره دی اوباید له اسلام ځان خبر کړي پاپ په نیږدې راتلونکي کې ترکیې ته سفر لري چې ښایي دنوموړي دا څرگندونې دسفر لپاره په زیان تمامې � �ي. دعربي هیوادونو دبهرنیو چارو وزیرانو هم دپاپ په خبرو غبرگون ښوولی اود نوموړي خبرې یې جهالت بللی � �ه پاپ یې غوښتي بخښنه وغواړي. دمصر دالازهر مشر سید طنطاوي هم پاپ داسې کس گڼلی چې له اسلام لا تراوسه نه پوهیږي، په تهران کې تیره ورځ دجمعې له لمانځه وروسته لاریونونه وشول او پاپ یې جاهل کس وباله. بل لورته دجرمني لومړۍ وزیرې انگیلا میرکل دپاپ له خبرو دفاع کړې او دایې ویلي څه چې پاپ ویلي سم یې ویلي. دواتیکان له لورې هم دا ویل شوي چې پاپ نه غوښتل دنړۍ دمسلمانانو احساسات راوپاروي.   ",په ټوله اسلامي نړۍ کې دپاپ خبرې غندل شوي. 4857,," بينوا خبري څانگه د نړيوالو خبري رسنيو له خولې رپوټ ورکوي ،چې بيا هم عراقي پوليسونن د بغداد ښار په ختيځ کې ٢١ او په غرب کې د ٢٦ وژل شوو عراقيانو مړي پيدا کړي ، چې ددوى په وينا د ډير شمير لاسونه او پښې تړل شوي او په ککريو او ټټرونو کې يې د مردګيو او زو� �زياتيو بيلګې څرګنديږي. په دې سره په دې وروستيو ورځو کې دې دا ډول وژل شوو کسانو شميره چې مړي يې ترلاسه شوي، ١٧٦ تنو ته رسيږي . ",عراق کې د ٤٧ وژل شوو کسانو مړي پيدا شوي 4858,," له هغه مهاله چې طالب جنګيالي د کندهار په ژړۍ او پنجوايى ولسواليو کې د افغان او ناټو ځواکونو له سختو بريدونو سره مخامخ شول ، ډيرو يې دهلمند ، نيمروز او فراه ولايتونو ته مخه کړې ، چې دا مهال په نيمروزاو فراه کې د يو شمير سيمو د لاندې کيدوادعاوې کوي. کندهار کې د ناټو چارواکى وايى تر ٥٠٠ زيات طالبان يې دعملياتو په ترځ کې وژلي دي . په سيمه کې د بينوا خبريال ليکي د طا� �بانو له خواد کندهار او هرات د لويې لار په اوږدو کې د دلارام ښارګوټى نيول ،فراه رود ولسوالۍ ته نږدې د هرات ولايت د شينډند ولسوالۍ د طالب جنګياليو د وسله وال بريد تر ګواښ لاندې راوستې ، چې د همدې اغيزو له امله ددغه � �ويې ولسوالۍ يو شمير اوسيدونکى له سيمې څخه د هرات په لور خوځيږي او دا بيره ورسره پيدا شوې ده، چې گڼي د پخوا په شان به دغه ولسوالۍ، چې يو وخت هرات کې د اسمعيل خان د واک د نسکوريدو لامل شوه ، يو ځل بيا د طالبانو لاس ته ور� �ي . ځينو باوري سرچينو بينوا ته وويل ، په سيمه کې يې طالبان ليدلى چې ډله -ډله کيږي او د شينډډ په ولسوالۍ دب� �يد ټکل لري . په سيمه کې عينى شاهدان وايى طالب جنګيالي دبکوا دښته ، دلارام او فرارود سيمو کې تګ او راتګ کوي او د شينډنډ شاواخوا سيمو ا ودننه يې لار موندلې ده . د شينډڼد ولسوال له بينوا سره په دغه ولسوالۍ کې هرڅه په امن او امان کې وبلل او دايې ونه منله چې طالبانو دغه ولسوالۍ ته نفوذ کړي دي.دا هم ويل کيږي ، چې طالبان په شينډډ کې ډير خواخوږي لري . ",طالبان په شينډډ ولسوالۍ د بريد ټکل لري 4859,," د کابل د موسهى ولسوالۍ اړوند سيمه کې نن غ� �مه د يو ماين د چاودنې له امله ٣ تنه مړه او يو بل ټپي شوي دي . د کابل د امنيه قومندانى د جنايى جرمونو د څانګې مشر جنرال على شاه پکتياوال له بينوا سره د پېښى پخلۍ وکړ او زياته کې په دې اړوند په سيمه ګې پلټنې پيل شوي دي. د چاودنې قربانيان افغانان دي چې د سى سى اى موسسې کارکونکي وو. ويل کيږي چاودنه د ريموټ کنټرول له مخې رامينځ ته شوې ده . چاودنه کې د نوموړو کارکونکو د سپرلۍ موټر په بشپړه توګه له مينځه تللى دي. ",کابل کې د ماين چاودنې د ٣ تنو ژوند واخيست 4860,محمود نظری,"     د ږیرې واک   مخ دبالغ، نر انسان لری وېښتان چي په واک  یې اور اخیستی دی جهان د چا، څوکړه د چا،کوسه وی د چا یو موټی، د چا اوږده وی یو یې د فرانسوی رنګه سکڼی بل یې لکه واښه هر ورځ ر ېبی یو یې وسمه بل یې په نکریزو � �نګوی یو یې ببره بل یې صافه اوږدوی یو یې چنګ چنګ بل یې بېګودی کوی بل له ټولی ږیری ماټې جوړوی څوک په بریتو نو خوله ټوله  بندوی بل بریتونه پاک له ږیره نه خریي څوک نري  خطونه  او ګلونه په کی جوړوی څوک د شون� �ی لاندی  یوه ټوته پریږدي څوک څوک یې لکه چچ غوړوی داسی سل علامی نوری پرې کوی خپله د ورځی یو موډ او ناکوجاتی ک� �فوي خو په ږیره د بل چا اختیارات نه مني که چا ویل هغه اوږده که هغه یې لنډوي که چا ویل هغه وخریه هغه یې اوږدوي یو،یو یوازی د خپلی میرمنی په خوله کوی خو د بل  چاواک ان دموراو  پلاره نه مني ږیره ستا  واک د ملا نه لری امکان وایی د نن  ورځی ځینې لېډران که کوی سیاست له ږیرې ساته ځان د  مو- کراسۍ احترام ومنه له دل او جان                               & nbsp;           محمود نظری   ",د ږیرې واک 4861,," د ائيتلافى ځواکونو يوه خپره شوې پاڼه وايى چې د غرني قهر تر نامه لاندې يې د هېواد په پنځو ولايتونو، خوست، غزنى ،لوګر ، پکتيکا او پکتيا کې يې ستر فوځى عمليات د طالب جنګيالو د ځپلو په موخه پيل کړي دي. په دغو ګډو سترو فوځى عملياتو کې ٧٠٠٠ افغان او ائيتلافى عسکر چې ٤٠٠٠ يې افغان او ٣٠٠٠ بهرني دي،برخه لري .دغه عمليات په داسې مهال کې پيل شوي ، چې ناټو وايى د کندهار په عم� �ياتو کې يې تر ٥٠٠ ډير طالب جنګيالى وژلي دي. ", په پنځو ولايتونوکې سترفوځى عمليات پيل شوي 4862,," ارزګان کې امنيتى چارواکو ادعا کړې چې تيره شپه يې د يو جوابيه بريد په مهال ٤ تنه طالب جنګيالى وژلى او يو اندازه وسله هم د پوليسو لاس ته ورغلې ده . د خاص ا� �زګان ولسوال له بينوا سره وويل تيره شپه کابو٠ ٦ تنو طالبانو د پوليسو په پوسته بريد وکړ، چې د دولتى ځواکونو د ځوابيه ډزو په پايله کې طالبانو ته مرګ او ژوبله اوښتې . ده وويل افغان ځواکونه مرګ او ژوبله نه ل� �ي. ",ارزګان کې ٤ تنه طالب جنګيالي وژل شوي 4863,," د هغه ځانمرګي بريد له امله چې د خوست ښار شمالې څنډې ته نن د پوليسو په يوه امنيتى پوسته تر سره شوي ،له امله يې د پوليسو د مشر په وينا په خپله ځان وژونکى ښکار شوي دي . د پوليسو مشر وايى په بريد کې دولتى پوليسو او ملکى وګړو ته زيان نه دى رسيدلى . ",خوست کې ځانمرګي بريد شوي دي 4864,," نن شنبه د كندهار په احمدشاهي � �وبغالي كي د كندهار افغان او فراه انصاري لوبډلو ترمنځ د فټبال لوبه ترسره شوه، دا په كندهار كي د فراه انصاري دوهمه لوبه وه، چي لومړۍ يې د كندهار له پامير كلب سره دوه پر دوه مساوي كړې وه.افغان لوبډله چي په كندهار كي په ښو پاسونو او چټكو منډو كي شهرت لري، نن له تمي خلاف د پخوا په څېر ونه ځلېده. د لوبي د لومړۍ نيمايي نيژدې ټو� �ه برخه په هوايي شاټونو او بې هدفه منډو تېره سوه، داسي ښكارېده چي د دواړو خواوو تر ټولو لويه هيله د ځان دفاع ده، ځكه نو بال ډېر وخت په مركز يا سينټر كي پورته كښته كېدئ.د لوبي په دوهمه نيمايي كي كندهار افغان لوبډلي پر مقابل طرف څو پرله پسې حملې وكړې خو هر ځل به د حريف د دفاعي كرښي له خوا دفاع شوې، د افغان لوبډلي د بخت ستورى هغه وخت ولوېد چي په وروستيو دقيقو كي د فراه انصاري كلب له خوا كارنر په ګول بدل شو.د لومړي ګول تر خوړلو و� �وسته افغان لوبډلي بازي نوره هم تونده كړه، د دفاعي كرښو لوبغاړو يې هم د ګول وهلو هڅي پيل كړې، خو د دوى � �اټوكېدلي هيلي هغه وخت په نهيلۍ بدلي شوې چي له لومړي ګول څخه د ۵ دقيقو په واټن يې حريف دوهم ګول هم پر وكړ. په دې ډول نو لوبه دوه د صفر په وړاندي د فراه انصاري په ګټه پاى ته ورسېده.پاته دي نه وي چي سبا يكشنبه به د كندهار اتحاد او زابل منتخب ټيم ترمنځ لوبه ترسره شي. ",د كندهار او فراه ترمنځ د فټبال دوهمه لوبه هم وشوه 4865,," سهارګل د نړۍ د کاتوليکانو مشر، پاپ بينيډيکټ شپاړسم، د خپلو وروستيو څرګندونو له امله د نړۍ له ټولو مسلمانانو څخه بخښنه وغوښته. د واتيکان په يوې خپرې شوې اعلاميې کې راغلي، پاپ د هغو څرګندونو له امله بخښنه غواړي چې د نړۍ مسلمانان يې له امله ځورېدلي دي. وروسته له هغه چې پاپ شپاړسم بينيډيکټ په المان کې د خپلې وينا په ترڅ کې د بيزانس د يو پخواني سترواک خبرې له س� �ه تکرار کړې، د ډيری مسلمانانو غوسه يې راوپاروله. ياد شوي ستر واک ويلي و چې د اسلام پيغمبر پرته له تشدد څخه خپلو امتيانو ته بل څه نه دي راوړي. پاپ وروسته وويل چې ده يې يوازې نقل قول کړی او خپل فکر يې داسې نه دی. ",پاپ د نړۍ له مسلمانانو بخښنه وغوښته 4866,," ايتلافى ځواکونو ويلى ، چې د پاکستان پولې ته نږدې د خوست ولايت کې په دوو جلا بريدونو کې د جمعې په ورځ د ائيتلاف يو عسکر مړ او يو بل ټپي شوي دي . په ب� �يدونو کې د افغان ځواکونو عسکر، چې شميره يې ته نه ده په ګوته شوې، هم ژوبل شوي دي. ",خوست کې د ائيتلاف يو عسکر مړ او يو بل ټپي شوي 4867,," افغانستان کې د ناټو ځواکونو ويلى چې دا� �زگان په ولايت کې ددښمن ١٧ تنه وسله وال وژل شوي دي . ددغه ځواکونو يوې سرچينى وويل . نوموړى وسله وال هغه م هال د ځواکونو تر هوايى او توپچي بريددونو لاندې راغلل ، چې په سيمه کې يې د ناټو د ځواکونو فوځى اډې ته نږدې  ت� �ونکى لاره کې ماينونه او چاوديدونکى توکي خښول .طالب جنګيالى د ناټو څرګندونې دروغ بولي . ",ناټو : ١٧ تنه وسله وال ارزګان کې وژل شوي 4868,"عبدالله احسان - جرم ني"," عبدالله احسان - جرم ني  بېنواويبپاڼي دلمړي ځل له  پاره هڅه وکړه تر څو ددې مهمي او تاريخي غونډي دويناوالو ويناوي او مقالې دهغوی په  ږغ کي خپلو درنو لوستونکو ته وړاندي کړي ،ددې ږغونو په اورېدلو کي د تخنيکي ستونزو له کبله بخښنه غواړو.دهرليکوال د نوم پر کليک کولو دهغوی ږغ اورېدلای سی . نن  شنبه د۱۳۸۵ ل کال دوږي ۲۵ (۱۶ سپټمبر۲۰۰۶) دجرمني دکولن ښار څنګ ته په هورت کي دافغانستان د کلتوري ودي ټو� �ني له خوا په خيبر کي دافغانانو د تاريخي بري ددرې سوه پنځه دېرشمي کليزي جشن ونمانځل شو . په يادشوي جشن کي چي لومړۍ علمي برخه يې ښاغلي ډاکټر خوشال روهي مخته وړله ، داروپا دبېلابېلو هيوادونو څخه تر پنځه سوه زياتو افغانانو برخه اخستې وه . غونډه د مازديګر پر څلورو بجو د ښاغلي مبارز څاپي له خوا د قرآن کريم دڅو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه . ورپسې په جرمني کي دافغانستان د کلتوري ودي ټولني مشر ليکوال او کره کتونکي ښاغلي زرين انځور پرانستونکې وينا واوروله او د خيبر د تاريخي او پوځی ارزښت اودخيبر په جګړو کي د ايمل خان مومند دتاريخي کارنامو ديادوني تر څنګ ددې غونډي له پاره د ځانګړو  نوو چاپ شوي کتابونو په اړه هم معلومات وړاندي کړل . ښاغلي انځور همدا ډول د غونډي له برخه والو ، ويناوالو او ټولو هغوڅخه چي ددې غونډي په بېلابېلوبرخو کي يې همکاري کړې ده ،مننه وکړه . تر دې وروسته دغونډي چلوونکي ښاغلي ډاکټر خوشال روهي دټولني د غړو ، او ټولو مېلمنوپه استازيتوب له ښاغلي زرين انځور څ خه ددې غونډي دجوړېدو په لاره کي د هاند ،هڅو او ستړياوو نه مننه وکړه . وروسته ښاغلي ډاکټر شېرولي شېر ته بلنه ورکړه شوه چي دښاغلي پوهاند � �اکټر حسن کاکړ  ( دپښتنودخپلواکۍ مخکښ ايمل خان مومند ) تر سرليک لاندي رالېږل شوې مقاله ولولي . بيا دافغانستان د کورنيو چارو پخواني وزير ، دسياسي او پوځي چارو کارپوه ښاغلي علي احمد جلالي وينا واوروله ، دهغه دوينا سرليک و ( خيبر او د پښتنو قبايلو د پوځي عملياتو څرنګوالی ) . دغونډي درېيمه مقاله دکانديداکاډيميسن ښاغلي محمد اعظم سيستاني وه چي د ( مبارزات پشتونهای شرق افغانستان بر ضد بابريانِ هند) ترسرليک لاندي ليکل شوې وه .ورپسې له پېښور څخه نوميالي څېړونکي ،سياستوال او سياستپوه ښاغلي افراسياب خټک دټيلفون پرليکه ( دخوشال خان دم بارزې پر پيلېدو دايمل خان او درياخان اثرات) ترسرليک لاندي خپله وينا دغونډي برخه والو ته واوروله . و� �وسته په ناروې کي دواک پونډېشن مشر ښاغلي انجنير محمدانعام واک د ( داعلحضرت ايمل خان ) ترسرليک لاندي خپله مقاله وړاندي کړه . دعلمي غونډي په ترڅ کي دحماسه رؤفي په نوم  يوې افغاني ماشومي شعر واوراوه چي دغونډي د برخه واله له خوا له تودو احساساتو او چکچکوسره بدرګه شو . وروسته ځوان ليکوال او څيړونکي ښاغلي اجمل اټک خپله مقاله واوروله او ورپسې په بُن کي افغان جنرال کونسل ، ليکوال او څيړونکي ښاغلي فضل الرحمن فاضل په خپله وينا کي نننۍ غونډه او دافغانستان دفرهنګ په وده کي ، په جرمني کي دافغانستان د کلتوري ودي ټولني هڅي وستاي� �ې . له مقالو اوويناو وروسته دافغانستان د کورنيو چارو پخواني وزير ښاغلي علي احمد جلالي دافغانستان داوسنيو سياسي حالاتو په اړوند د غونډي دبرخه والو يوشمېر پوښتنو ته ځوابونه وويل . دغونډي په جريان کي ښاغلي ډاکټر محمدصابر دغونډي د برخه والو هغه پريکړه ليک واوراوه چي په بروکسل کي داروپايي اتحاديې دبهرنيوچارو د کميسون په غونډه کي دپاکستان دولسمشر جنرال پروېزمشرف دو� �وستيو څرګندونو په اړه تصويب شوی و . دغونډي دلومړۍ برخي په پای کي دافغانستان د کلتوري ودي ټولني له خوا دانش خپرندويي ټولني ته دهغوی دمهمو کلتوري او خپرنيزوهڅو اوخدمتونو په وياړ دايمل خان دسرو زرودمډال ورکړه اعلان کړه چي په راتلونکي کي به د ايمل خان په ياد په ننګرهار کي دجوړېدونکي غونډي په ترڅ کي وروسپارل � �ي . دغونډي په دوهمه برخه چي ښاغلي عاشق الله غريب پرمخه بېوله ، يوه تاريخي په زړه پوري ننداره وړاندي شوه ،دغه هنري ټوټه چي ليکوال او څېړونکي ښاغلي شهسوارسنګروال ليکلې وه دافغانستان د تياتر او سېنما دنوميالۍ لوبغاړي مېرمن ستوری منګل په هڅو چمتو شوې وه اودستوری منګل تر څنګ ښاغلو: مطيع الله رؤفي ، صاحب ا� �له خسرو، ابوبکر، خيبرمومنداو ميرويس رسول په کي برخه اخستې وه . تر نندارې وروسته دټنګ ټکور برخه پيل � �وه چي ښاغلو: نادرصديقي ،ميوندلالپوروال  او دراني برخه په کي اخستې وه . دغه برخه د ځوانانو په مستواتڼونو لا ښکلې شوه ، دغونډي پای ته رسېدو څخه مخکي دافغانستان دکلتوري ودي ټولني دفرانکفورټ مسؤل ښاغلي عاشق الله غ� �يب ديادوشويوسندرغاړو څخه دمنني په ډول دګلونو ګېډۍ ډالۍ کړې . هېره دي نه وي چي ددې غونډي دفلم اخست� �و تخنيکي چاري او تالار ډيزاين ښاغلي عبدالولي برهاني له خوا او دږغ سمبالونه ښاغلي نسيم ستوري له خواترسره کېده .غونډه پرسيمه ايز وخت دشپې پر يوه بجه پای ته ورسېده . نوميالي سياستپوه ښاغلي افراسياب خټک خپله وينا له پېښور نه د ټيلفون له لاري برخه والو ته واوروله   دټنګ  ټکور له سندرو څخه يوه ويډيوي بېلګه له دې ځايه وګورئ   ",په خيبرکي د افغانانود بري ۳۳۵ مه کليزه ونمانځل شوه 4869,," نن سهار ٩ بجې شاوخوادکندهار ښار د مي� �ويس مينې په سيمه کې د ناټو ځواکونو يو قطار تر ځانمرګي بريد لاندې راغلى ، چې له امله يې يو تن مړ او ٥ تنه نور ټپيان شوي دي . په بريد کې په خپله ځان وژونکى هم وژل شوي او د بريد قربانيان د يو امنيتى چارواکي په وينا ټول ولسى وګړي دي. په بريد کې د ناټو ځواکونو ته زيان نه دي رسيدلى يوازې يو موټر زيانمن شوي دي .ايساف وروسته په يوه خپره شوې پاڼه کې ويلي ، چې د بريد له امله د ناټو ٣ تنه عسکر ټپيان شوي دي . ", کندهار کې دناټو په ځواکونوځانمرګۍ بريد شوي دي 4870,,"   په کابل کې دحزب اسلامي گوند دسیاسي کمیټې دناستې پرمهال ددغه گوند مشرانو دیوه پریکړه لیک په خپرولو سره وویل چې دغه گوند غواړي خپل ب� �پړ ملاتړ دولسمشر کرزي له دولت څخه وکړي. دحزب اسلامي گوند دشورا یوه غړي فضل محمد ابراهیمي په لیکل � �وي پریکړه لیک وویل چې حزب اسلامي گوند دولت ته لاندې مشورې دچارو دلا ښه والي لپاره ورکوي. ملي یوالي ته دې دولت ژمن شي او عملي گام دې واخلي ټولې ډلې دې په واک کې ورگډ شي. هڅه دې وشي ملي اردو او ملي پولیس په خپ� �و پښو ودرول شي ترڅو بهرنیو ځواکونو ته دپاتې کیدو پلمه پاتې نه شي. خپرونې دې په ملي اوعقیدوي لح اظ وي. دحزب اسلامي گوند یوه مشر جانباز سرفراز بینوا ویبپاڼې ته وویل چې له دوه نیم کاله هلو ځلو وروسته دغه گوند وکولای شول دعدلیې وزارت څخه رسمي اجازه واخلي نوموړي وویل عدلیې وزارت ورته څو ځله ویلي وه چې دحزب اسلامي نوم بل کوم نوم ته واړوي. ښاغلي جانباز وویل اوس یې گوند سیاسي بڼه لري له نظامي چارو تیر شوی له ښاغلي گلبدین حکمتیار سره اړیکه نلري او نه پوهیږي چیرې دی. ښاغلي جانباز دا هم وویل چې دجهاد دکلونو وتلې ددې گوند ورځپاڼه شهادت به په نیږدې راتلونکې کې خپره کړي. ",حزب اسلامي گوند وایي له دولت به ملاتړ کوي. 4871,,"     دغو ځواکونو ویلي دولایتي بیا� �غونې ډلې PRT له لورې دفراه په ولایت کې دباغ په نوم یو پل چې له ویجاړیدو سره مخ دی په ١٩٠٠٠٠ امریکایي ډالره یې � �ه سره بیا جوړوي ددغه پل اوږدوالی ١٥٠ متره دی چې دفراه مرکز له نورو ولسوالیو سره نښلوي  او په فراه رود پ� �وت دی. ",ناټوپه فراه کې یو پل ترمیموي. 4872,,"   بینوا ویبپاڼې ته  دایساف له لورې په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دبادغیس دولایتي بیارغونې ډله په دغه ولایت کې د٣٠٠٠٠٠ ایرو په لگښت دوچکالۍ دلمنځه وړلو لپاره داوبو درسولو پر پروژه کار کوي درې لویې څاه گانې یې دقادس په ولسوالۍ کې داوبو دڅښاک لپاره کیندلي داب کمري ولسوالۍ دریو کلیو ته یې اوبه رسولي ",ایساف په بادغیس کې داوبو رسولو پر پروژه کار کوي. 4873,," د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ، چې د کابينې يو � �مير وزيران ، سلاکاران او دملى شورا وکيلان يې ملګرتيا کوي ،په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په يوشپيتمه عموم ى ناسته کې د ګډون په موخه نن د امريکا په لور روان شو. ټاکل شوي ده ولسمشر په دغه سفر کې د نړۍ له يو شمير مش� �انو او په ځانګړې توګه د امريکا او پاکستان له ولسمشرانو سره وګوري . حامد کرزي به له کاناډا څخه هم ليدنه وکړي. کرزي پرون کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل ، چې دى له يوې روښانه اجنډا سره ځي او په ډيرو څرګندو ټکو به له پرويز مشرف نه وغواړي ، چې له افغانستان او نړۍ سره د ترهګرۍ پر ضد روانه جګړه کې مرسته وکړي . ",افغان ولسمشر د امريکا په لور روان شو 4874,,"   بینوا ویبپاڼې ته دناټو له لورې په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دغو ځواکونو دملي  اردو سره په گډه دپنجوايي ولسوالۍ ددوی په وینا دیاغیان له شتون څخه پاکه کړې. خبرپاڼه دکندهار دوالي اسدالله خالد له خولې لیکي:"" شپږ توکمه سرتی� �ي یو دبل په خوا کې دیاغیانو په وړاندې وجنگیدل پنجوایي ولسوالۍ یې له یاغیانو پاکه کړه، بیارغونه له امنیت پ� �ته ناشونې ده اوس دې سیمې ته امنیت راغی دبیاجوړونې کارونه به پرمخ بوځو."" بل لورته دناټو مشر قومندان دیوید ریچردز ویلي ددې عملیاتو بریا ښکاروي چې ناټو افغان امنیتي سرتیري لویه لاس ته راوړنه لرلی اوس به سیمې ته دبیاجوړونې کارونه لیږدوي او په کارونو به پیل کوي. داعملیات دمیدوسا په نوم یادیدل چې څو اوونۍ وړاندې ناټو دطالبانو دځپلو لپاره په لار اچولي وه خو بل لورته راپورونه وایي په دغه عملیاتو کې تر طالبانو زیات ملکي وگړي قرباني شوي. ",ناټو: په پنجوایي او ژیړۍ کې میدوساعملیات بریالي دي. 4875,," د فراه ولايت د پوليسو مشر سيد اغا ثاقب له بينوا سره ومنله ، چې د ګلستان ولسوالۍ طالبانو نيولې او دولسوالۍ ودانۍ ، کلنيک او يوشمير ټول ګټو ودانيو ته يې اور اچو� �ۍ دي . د نوموړي په وينا کابو ٥٠٠ وسله والو طالبانو په ولسوالۍ بريد ترسره کړي دي . په سيمه کې عينى شاهدان وايى ، چې دولتى ځواکونه له ولسوالۍ تښتيدلې او هر څه د طالبانو تر واک لاندې دي . د مرګ او ژوبلې په هکله تر اوسه رپوټ نه شته . ", ګلستان ولسوالۍ طالبانو نيولې 4876,," ديو شمير مرستندويه نړيوالو ادارو په مرسته د افغانستان د روغتيا وزارت له خوا نن په ټول افغانستان کې افغان ماشومانو ته د ګوزڼ ضد ناروغى واکسين ورکولو لړۍ پيل شوه. د روغتيا وزير ډاکتر فاطمي بينوا ته وويل ٤٥ زره رضاکاران په دغه درى ورځنى واکسيناسيون کې برخه لري او ټاکل شوې ده په ميليونو افغان ماشومانوته د ګوزڼ ضد ناروغى واکسين ورکړ شي . ",افغان ماشومانوته دګوزڼ ناروغى واکسين پيل شو 4877,," نن له غرمې وروسته د ٢ نيمو بجوا شاوخوا د کابل ښار ختيځ د پلچرخى سيمه کې ځانمرګۍ بريدشوي دي ، چې له امله يې ٢ تنه بهرنيان او ٢ تنه افغان لارويان ټپي � �وي دي . په بريد کې په خپله ځانمرګۍ چې عمر يې د ١٨ کلونو بريښي وژل شوي دي .د کابل د امنيه قومندانۍ د جنايى جرم ونو د څانګې مشر له بينوا سره د بريد پخلۍ کوي او وايى قربانيان ملکى وګړي دي. په سيمه کې عينى شاهدانو بينوا ته وويل بريد هغه مهال تر سره شو چې د امريکايانو موټر له لارې څخه د تيريدو په حال کې وو. د بينوا خبريال چې سيمې ته تللى وايى سيمه د امريکايانو له خوا کلابند شوې او يو لنډکروزر موټر ، چې بهرنيان په کې سپاره وو، دبريد ښکار او ويجاړشوي دي .ويل کيږي ٢ تنه ژوبل شوي بهرنيان امريکايان دي چې د يو ساختمانى شرکت چارې پرمخ بيايي. ",د کابل ښار ختيځ کې ځانمرګۍ بريد تر سره شوي 4878,," دخوست ولايت دقومونوپيوستون شورادكتا� �يكانومشروادهغوڅرګندونوچې داسلام سترپېغمبرحضرت محمد[ص] داعمالوپه مقابل كې يې كړې وې اوهمداراز د پاكستان پوځي واكمن پروېزمشرف دهغوخبروپه مقابل كې چې پدې وروستيوكې يې په بروكسېل كې كړې وې ديوې غونډې په ترڅ كې غبرګون وښود.پدې غونډه كې دخوست والي ارسلاجمال پرګډون برسېره ددې ولايت دقومونوپيوستون شوراريئس غازي نوازتڼي ،دنوموړې شورا رهبري هئيت اونوروغړو،دعلماووشورامرستيال مولوي رسول محمدفاروقي اوددې شوراغړو،مخوروقومي مشرانو،سپين ږيرواوروڼ اندوبرخه اخيستې وه .دوى پخپلوخبروكې دپروېزمشرف وروستۍ څرګندونې وغندلې،اوويې ويل چې مشرف  يوه وعده وكړي بياوروسته دخپلو ژمنو خلاف نورې خبرې كوي چې هغه له افغانستان اواسلام سره څرګنده دښمني ده ، همداراز دوى دكتاليكانومشر هغه خبرې چې دمحمدص داعمالوپه مقابل كې يې كړې وې په كلكه سره وغندلې اودايې ددۀ له اسلام اوداسلام دسترپېغمبرص اومسلمانانوسره يوښكاره تعصب اودښمني وببله اوله واټيكان څخه يې وغوښتل چې هغه خپلې خبرې بېرته واخلي اوبښنه دې وغواړي  .له ويناوو،وروسته يې داسې پرېكړه ليك ابلاغ كړ .دخوست ولايت دقومونوپيوستون شوراپرېكړه ليكلومړى : پروېزمشرف چې طالبان پښتانۀ ګڼي دادروغ خبره ده،پښتانۀ طالبان خوپه مدارسوكې دغوراشريعت احكاموزده كړه كوي اوپخپل وطن كې ژوندكوي ،لراوبرپښتانه په خپله خاوره اووطن مين دي ،ترورېستان هغه څوك دي چې دپاكستان داستخبارتي شبكې لخواحمايه كيږي اودافغانستان پرمظلوم ملت ځان وژونكي عم� �ونه ترسره كوي .دويم : دپاكستان پوځي واكمن پروېزمشرف دافغانستان په داخيلي چاروكې بربنډه مداخله كوي ځكه خودملګروملتونواوپه داخل كې له اېتلافي قواووڅخه غوښتنه كووچې په پاكستان كې دترورېستانوكمپونه وتړل شي اودافغانستان پرزخمونودملهم پټۍ ولګوي .دريم : دقومونودپيوستون شورااوټول خوستمېشتي مسلمانان دكتا� �يكانودمشرناوړه تبليغات محكوموواوپه كلكه يې غندو او دى دې دټولې نړۍ له مسلمانانوڅخه بښنه وغواړي .څلورم : دپكتياولايت والي الحاج شهيدحكيم تڼيوال اونوروشهيدانواوزخميانوپه مقابل كې ځان وژونكي نامشروع اووحشي عم ليات ردوواوپه كلكه يې غندو اوغيرې اسلامي عمل يې بولو.پنځم : دقومونوپيوستون شورادمخدره موادودخرڅلا� �اواستعمال په كلكه مخالفت  كوي ،دولت دې دچرسواوهيرويينو،مالټې ،شرابو،ختتاف،دموټروتښتوونې اوغلا،دم اينونوخښول،ترور اود اداري فساد په له منځه وړلوكې مهم ګام پورته كړي اوپه ناوړه اعمالواخته كسان دې دقانون م نګلوته وسپاري .شپږم : دقومونوپيوستون شوراپه ملك كې وروستۍ ناوړه پېښې  په كلكه غندي اوپه ټولوقومونوغږ كوي چې داسلام پاك دين ، خاورې اومسلمان ملت څخه دسرپه بيه په كلكه دفاع وكړي .   ",په خوست كې دپاپ اومشرف دڅرګندونوغندنه 4879,"قدوسي سلیم انخېل"," زوړ نفاق اوعصري كته   مونږ دلته یوه داسي موضوع تر بحث لاندي نیسو چي هغه که په تیر ووختونو کي یو ستر انساني عیب ګڼل کېدلو او په یوچا کي به چي دا خصلت موجود وو هغه به په پټ شکل او غلي بڼه سرته رسولو تر څو یو څوک و� �باندي شک وانخلي او په همدغه خوي په انساني ټولنه او خپل چاپېریال کي ونه پېژندل شي ، خو نن سبا په مختلفو نوم ونو زیات تره هغه چا دا خوی خپل کړی دی چي هغو د ولسونو چاري په لاس کي اخېستي دی او د همدغه حرفوي مهارت له لا� �ی د هغو په سرنوشت باندي لوبي کوي ،  تر هرڅه د مخه به دا ووایو چي دا کوم خوی دی چي باید وپېژندل شي . دا د نفاق وبا ده هغه وبا چي قرآنکریم د هغې په هکله ډېر څه ویلي دي ،او د هغه په هکله له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه زیات احادیث رانقل شوي دي،  او علماوو او پوهانو د هغه په باب ډېر مصنفات لیکلي دي، په قرآن کریم کي یوه بشپړه سوره د همدغو بد بختو انسانانو چي دا خطرنا میکروب  لري په نوم نومولي ده دا سوره د (( الم نافقون)) ده ، یواځي همدغه سوره نه ده چي د همدغو بدمرغو په هکله یې وړاندېیني کړي دي بلکه له سورة البقره څخه نیولي بیا د قرآنکریم تر پایه پوري په بېلابېلو ځایونو کي الله تعالی مسلمانان دې ته متوجه کړي دي چي د همدغو انسانانو په باب وېښ واوسي او د هغوی د کړووړو څارنه وکړي تر څو یې انساني ټولني په جال کي ونه لوېږي او دهغوی دا طاعوني میکروب نوري بشري جامعې ته سرایت ونکړي . الله تعالی فرمایې : یاایها النبي جاهد الکفار والمنافقین واغلظ علیهم و مأواهم جهنم و بئس المصير . تفسیر او ترجمه : اې پیغمبره له کفاروسره په هره وسیله  اوله  منافقینو سره د خبو اترو او قناعت ورکوجهاد وکړه او د هغوی د فاسدو ارادو د مخنیوي لپاره په هغوی د خبرو او عمل سخت فشار واچوه او که هغوی له خپلي باطلي مفکورې څخه راونه ګرځي د هغوی هستوګن ځای جهنم دی او جهنم د بد بېرته ورتګ ځای دی . د شرعي نصوصو له مخي منافق دوه ډولونه لري یو عقېدوي منافق دي او بل عملي منافق دی ، عقېدوي منافقین هغه څو د ګوتو په شمېر کسان وو چي په مدېنه منوره کي الله تعالی د وحی په ذریعه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته هغوی ور وپېژندل ، هغوی په ظاهرې څېره مسلمانان وو او اسلام یې منلی وو خو د هغوی خفیه حرکتونو مسلمانان ډېر ځورول هغوی اسلام د حقانیت په عقیده د زړه له رېښتینوالي سره نه وومنلی ب� �که د خپلو مصالحو او ګټو د خوندي ساتلو لپاره یې هغه په موقتي ظاهري شکل فبول کړی وو او رسول الله صلی الله ع� �یه وسلم هغوی تر هغه وخته د مسلمانانو په صفت پېژندل تر څو د الله تعالی له لوري د قرآنکریم په آیتونوسره د هغوی پټي څېري رسوا شولې او عامو مسلمانانو ته هغوی په نښه شول او ور وپېژندل شول .  شریعت پوهان او مفسرین لیکي او دا داهل السنه والجماعه د څلو� �و حقو مذهبونو اتفاقي درېځ دی چي اوس آسماني وحي قطع شوي او پیغمبر نشته په دې اساس عقیدوي منافقین مونږ نه شو پېژندلای او نه هېڅ مسلمان او مفتي ته دا حق حاصل دی چي یو څوک چي په ښکاره د اسلام ارکان په ځای کوي او د تو حید کلمه وایې هغه د ځینو منافقانه اعمالو په وجه په عقېدوي نفاق تورن کړي په دې هکله احتیاط لازمي دی او ژر تر ژره په بېړه په  یو چا باید ټاپه ونه لګول شي چي په زیاته خواشیني سره باید ووایم مسلم انان بالعموم په تېره بیا هغه څوک چي دیني علم ته منسوبیت لري اد فقهي مرجع په مقام کي واقع دي په دې هکله ډېري بېړنۍ فتواګاني صادروي چي نقصان یې په هرشکل د هغه شخصیت ته متوجه وی الله تعالی د بښنه راته وکړي د بشریت رهنم ا او د مسلمانانو پېشوارسول الله صلی الله علیه وسلم په دې هکله فرمایې : عن ابن عمر رضی الله تعالی عنهما قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : اذا قال ا� �رجل لأخیه یاکافر، فقد باء بأحدهما ، فان کان کما قال و الا رجعت علیه (متفق علیه) ترجمه او تشرېح :     له ابن عمر رضي الله تعالی عنهما څ خه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چا چي خپل مسلمان ورور ته وویل : اې کافره نو دا د کافر کلمه په دوی دواړو کي یوه ته راګرځي که هغه په نښه شوی سړی کافر وي نو په هغه پوري نښلي او که هغه کافر نه وي نو چاچي دا کلمه له خولې څخه اېستلي وي په هغه پوري نښلي . و عن ابي ذر رضي الله تعالی عنه أنه سمع رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول : من دعا رجلا بالکفر ، أو� �ال عدو الله ولیس کذلک الا حار علیه (متفق علیه) حار أي رجع له ابوذر رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم اوریدلي دي چي هغه (ص)  فرمایل : که یو څوک بل کس کافر ونوموي او یا دالله تعالی دښمن (عدوالله) ورته ووایې او هغه کس کافر او یا د الله تعالی دښمن نه وي همدغه توري په هغه ویونکي شخص راګرزي . بل هم عملي منافق دی چي هغه مسلمان وي کلمه وایې د اسلام ارکان په ځای کوي او دالله تعالی په وحدانیت او په نبوي رسالت ایمان لري هغوی د اسلامي شریعت له مخي مسلمانان دي خو عمل او روش یې د هغو رسوا � �ویومنافقینو وې کوم چي الله تعالی د هغوی کردار او رفتار په قرآنکریم کي ذکر کړي دي دې ته مونږ عملي نفاق ویلای شو او دا کسان عملاً منافقین بلل کېږي . دغو کسانو ته مونږ ځکه عملي منافقان وایو چي د هغوی هغه علایم او نښي چي الله تعالی په قرآن کریم کي اورسول الله صلی الله علیه وسلم په نبوي احادیثو کي بیان کړي دي او الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم د همدغو خویونو لرونکي انسانان منافقین بللي دي که اوس مونږ  هماغه د نفاق خویونه په یوه معلوم الحال مسلم ان کي علی الدوام ووینو نو مونږ هغه ته عملي منافق ویلای شو د مثال په توګه لکه په لاندي آیتونو کي چي الله تعالی فرمایې : یحلفون بالله لیرضوکم والله ورسوله أحق � �ن یرضوه ان کانو مؤمنين ٭ ألم یعلموا أنه من یحادد ال� �ه ورسوله وأن له نارجهنم خالدا فیها ذلک الخزي العظیم ٭ (التوبة ۶۳-۶۲) هغوی (منافقین) ستاسو د خو� �اله کولو لپاره (په دروغو سره) قسمونه خوري او الله تعالی او د هغه رسول زیات ددې حقدار دي چي هغوی یې خوشاله وساتي که هغوي رېښتیني مسلمانان وي ، آیا هغوی په دې نه دي پوه شوي چي څوک له الله تعالی او د هغه له رسول(ص) سره دښمني ساتي د هغه لپاره د جهنم اور دی چي تل تر تله به په کې وي همدغه عذاب د هغوی لپاره ستره روایې او سپکه ده . په بل آیت کریمه کي الله تعالی فرمایې : المنافقون والمنافقات بعضهم من بعض یأمرون بالمنکر و ینهون عن المعروف و یقبضون أیدیهم نسوا الله فنسیهم ان المنافقین هم الفسقون ٭ وعدالله المنافقین والمنافقات والکفار نارجهنم خالدین فیها هي حسبهم و لعنهم الله ولهم عذاب مقیم ٭ منافقین نا� �ینه او منافقي ښځي یوبل ته د نفاق په صفت کي ورته دي دوی خلګو ته په بدو کارونو امر کوي او له نېکو کارونو څخه یې منع کوي او د الله تعالی په لار کي یې له انفاق کولو څخه خپل لاسونه ور موټ کړي دي (نه یې لګوي)هغوي ( دالله تعالی طاعت او عبادت ) هېر کړی دی نو ځکه الله تعالی هغوی (له خپل رحمت څخه) هېرکړي دي او په رېښتیا سره منافقین فاسقان او سرکښه دي، الله تعالی له منافقینو نارینه وو او منافقو ښځو سره وعده کړي ده چي هغوی به تل تر تله د جهنم په اور کي وي همدغه یې بس دی او د هغوی لپاره همېشنی عذاب دی چي پای به لري . ولکه ده دې  حدیث شریف کي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : عن عبد الله بن عمربن العاص رضي الله تعالی عنهما ان النبي (ص) قال : أربع فیه کن فیه کان منافقا خالصاومن کانت فیه خصلة منهن کانت فیه خصلة من نفاق حتی یدعها: اذا اؤتمن خان واذا حدث کذب واذا عاهدغدر واذا خاصم فجر (متفق علیه) له عبد الله بن عمر بن العاص رضي الله تعالی عنهما څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرم ایل  : داڅلور خویونه که په یو چا کي وي نو هغه سوچه منافق دی او که په یوچا کي له هم دغو څلورو خویونو څخه یو خوی موجود وي نو د نفاق خوی په کي موجود دی تر هغه وخته چي یې دغه خوی پرې اېښی نه وي : چي کله امانت ورته وسپارل شي خیانت او لاسوهنه په کي کوي ، اوچي کله خبري کوي دروغ وایې ، او چي وعده اویا تعهد وکړي ټګي په کي کوي او نه یې پالي او چي کله له یو چا سره جګړه او جنجال شي ښکنځلي کوي . عن أبي هریرة رضي الله تعالی عنه أن رسول الله صلی الله علیه وسلم قال: آیة المنافق ثلاث اذاحدث کذب واذا وعد أخلف او اذااؤتمن خان (متفق علیه) زاد في روایة لمسلم وان صام وصلی وزعم � �نه مسلم . له ابوهریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : د منافق د پېژندلو درې نښي دي چي کله خبري کوي دروغ وایې او چي وعده وکړي نه یې پوره کوي او چي امانت ورته کېښودل شي خیانت او لاس وهنه په کي کوي . دلته مو هم دغه دوه آیتونه او دوه حدیثونه د بېلګي په توګه ذکر کړونور هم ډېر زیات قرآني � �یتونه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادېث د منافقینو د څېرو د پېژندلو او د هغوی دخویونو په بیانولو کي راغلي دي چي مونږ به یې په بل بحث په تفصیل سره ذکر کړو انشاء الله تعالی . کوم نفاق چي زمونږ د بحث موضوع ده هغه د همدغو عملي منافقینو د قول او عمل په هکله دی مونږ هغوی له اسلام څخه خارج اوپه کفر نه توروو بلکه دهغوی هغه منافقانه اعمال چي ضرر یې اسلامي ټولني او بالعموم بشري جامعې ته متوجه وی په کلکه سره د اسلام له نظره محکوموو او د هغوی په دغو منافقانه کړو وړو د عام ولس خب� �ول خپل ایماني او ملي مسئولیت ګڼو چي باید ولسونه د هغوی څېري وپېژني ترڅو یې په کړو وړ و ونه غولېږي او دهغوی دهمدغه قاتل میکروب مخنېوی وکړي تر څونوري ټولني ته سرایت ونکړي . مونږ له هغو کسانو سره چي نفاق یې خپل مسلک ګرزولی وي او د خپلو مفاداتو د لاس ته راوړلو لپاره له هري مشروع او نامشروع وسیلې څخه کار آخلي شرعاً او قلباً مکلف یو چي یا خو هغوی اصلاح ته راوبولو خو دا په دې وجه ناشونی دی چي هغوی اوس په خپل مسلک کي د مهارت نهایې نقطې ته رسېدلي دي د هغوی د اصلاح امید ډېر کم دی که هغوی م وقتاً خپله پېشه پرېږدي کولای شي چي کله اوضاع ددوی په ګټه شي بېرته خپل مسلک ته وګرزي بناءً مونږ چي هرچېرته دا ډول کسان ولیدل باید سمدلاسه د هغوی د پلانو د تعمیل مخه ونېسو او عام ولس د هغوی په فاسدو کړو وړو خبرکړو دا ډول جهاد له مونږ څخه شرعا مطلوب دی ، دا غمېزه چي دېرش کاله کېږي زمونږ مسلمان ولس او هېواد ورسره لاس او ګ� �ېوان دی د همدغو منافقانه روشونو او مصلحت پالنو زېږنده ده که مونږ نورهم د اسلام او ملت د خاینانو په وړاندي ونه درېږو او د هغوی د هغو اعمالو په وړاندي چپ پاته شو چي هغه له مذهب او ملت سره خیانت او جفا وي نو په یوه بېل شکل مونږ هم د هغوی ملګري شوي یو او بل رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : الساکت عن الحق شیطان أخرس .  یو څوک چي له حق ویلو څخه خوله پټه ساتي هغه ګونګ شیطان دی .  دلته ځیني خبري د څېړلو وړ وې چي د عملي نفاق شرعي مستثنیات دي او ورته نور حالات دي چي بېل حکمونه لري خوڅرنګه چي دا نفاق ته یوه څېړنېزه کتنه ده او د فتوا مقام نه دی او د وخت او حالاتو غوښتنه هم نه ده په دې اساس له هغه څخه صرف نظر کوم او په فقهي مراجعوکي د هغو نقطو په باب شرعي حکم ونه بیان شوی دی او د اړتیا په صورت کی که راڅخه وغوښتل شي او یا یې اوضاع غوښتنه وکړي مونږ به یې هم وړاندي کړو . په قرآنکریم کي چي کومي یادوني ددې رنځ او په دې رنځ د اخته � �ویوکسانو په هکله شوي دي  هغه به زیاتو وروڼو ته معلوم وي خومونږ دلته همدغه رنځ ته یوه بېله کتنه کوو دارنځ په سابقه شکل پاته نه ده بلکه د وخت په تېرېدلو او او د اوضاع په تغېر او د انساني ټولني له وړاندي پر مختګ سره د هغې بڼي هم بدلي شوي دي .  نفاق او یا منافقت یو داسي  عقلي طاعون دی چي د تاریخ په اوږدو کي یې د انساني پرګنو تر مینځ  د مدوجزر په حالت کي بروز کړی دی ،  د زیاتي حیرانتیا خبره خو داده چي په تېر تاریخ کي چي به یوڅوک  په دې میکروب  اخته وو او یاپه بل تعبیرمنافق به وو هغه به دادنده دانسانانو له سترګو څخه پټه سرته رسوله او همداراز به پخپله هم په عمومي ځایونو او عامو محفلونوکي نه لیدل کېدلو داځکه چي هغه تر هرچا د مخه په دې پوهېدلو چي څومره سپک خوی یې خپل کړی دی او باید ددې سپک خصلت په وجه ځان د خلګو له نظره غلی اوپټ وساتي . خونن ورځ منافقت یو مسلک ګرزېدلی دی او د منافق څېره د ډبري په شان جوړه شوي ده سترګي یې سپیني او له چا څخه نه شرمېږي ، او حیاء یې بېخي له مېنځه تللی وي ، او هغه په دې خپل مسلک کي د مقام او شهرت له مخي د دولتي چارواکو نژدې مقربین او غوره مرستیالان ګڼل کېږي ، په دې اساس منافقین اود م نافقینو خپلوونکي دولتي واکمنان د اسلام اواسلامي ټولنو په وړاندي په یوه ردیف کي قرار لري . د نفاق توری له نفق څخه اخېستل شوی دی کوم چي هغه تور تاریک ژورغار ته ویل کېږي چي ګڼ شمېر وتنځایونه او دور کښونه لري ترڅو له هغوڅخه د زمکي سطحي ته د راوتلو استفاده وکړی شي ، دلته د نفق د � �غوي معنا او دمنافق تر مېنځ همدا ورته والی موجود دی چي منافق هم خپل رازونه او ارادې په تورو ترږمیو کي پټي ساتي ، او له همدغو تیارو څخه د خپلو تخرېبي پلانونو د ساتلو لپاره استفاده کوي ترڅو په مناسب وخت کی یې په م وثر او مطلوب شکل پلي کړي  . په عصري نړۍ کي  دمنافقت د کارولو لپاره زیات ورېښمین پوښونه شته چي تر هغوی لاندي هماغه تا� �یخي نفاق پرمخ بېول کېږي لکه سیاست ، چالاکي ، دچاروپرمخ بېول او دګټو او مصلحتونو په پام کي نېول اوداسي نو� �....  او د همدغو ورېښمینو پوښونو له لاري هغه ته وده ورکوي او د پاک لوحو مسلمانانو په مازغو کي یې تر یوه اوبل سرلېک لاندي ور پېچکاري کوي . داسي څ وک نشته چي هغه مورزوکړی منافق وي بلکه هر انسان په یوه سالم فطرت سره دنیاته سترګي روڼوي خو هغه بیا وروسته خپلو مشرانو او هغه چاته چي دپالني دندي یې په غاړه لري او خپل چاپېریال ته ګوري او د هغوی کړه وړه ځان ته خپلوي ، کله خو هغه په خپل ژوند کي له ستونځو سره مخ شي، ترظلم او تجاوز لاندي راشي ، له محرومیت او بېلابېلونژادي ، ژبني اوسېمه اېزو تو پېرونو ځخه ورته تکلیفونه ورسېږي چي د هغوپه نتېجه کي هغه دا فکر وکړي چي همدغه نفاق یې له ستونځوڅخه د نجات لاره ده او د ګټو د لاس ته راوړلواو دخپلو مفاداتود خوندي کولو یوه آسانه ذریعه ده او ډېر لږ کسان به وي چي هغوی په دې پوهېږي چي نفاق د هلاکتونو یوه دروازه ده چي پخپله یې ځان ته پرانستله .  په دې اساس منافق انسان اخلاقي ثوابت او مبادﺉ ن� �ري هروخت د عاجل مصلحت له مخي د هغه رایه او کړه وړه بدلېږي او چي هغه مصلحت لاس ته کړي بیا بله څېره د بل مصلحت او مادي ګټي لپاره خپلوي ، هغه ته له خپل مادي مفاد څخه پرته نور هیڅ دیني او اخلاقي فرایض او واجبات اوملي او اجتماعي مصالح ارزښت نلري هغه تل یوازي د خپل جېب د ډکولو او د خپلو حیواني غرایزو د مړښت په فکر کي وي ، داسي کسان باید مسلمانان وپېژني او د هغوی د فرېبونو او منافقانه چال چلند چي د وخت په تېرېدلو ورته تثبیت شوي وي دوکه نشي که څه هم هغوی د خپل مسلک له مخي په لوړه سطحه تعلقات او درباري مقامونه  و� �ري . له خلګو سره د تعامل په ډګر کي دا په سترګو شوي ده چي د نفاق سویه د عمرپه ابتداء کي کمه وي په هغه کي وروسته دعمر د لویښت  په لحاظ په کي پ� �مختګ راځي  ، هغه د کم عمر په انسانانو کي په کمه سطحه موجود وي خو چي څومره لویېږي د تجربي له مخي د هغه مهارت دنفاق په  مسلک کي زیاتېږي او همدا راز په مرور د زمان د یوه طاعون شکل غوره کوي چي بالآخره نه یواځي همدغه رنځور شخص بلکه ټولنه هم دهغه ددې میکروب قرباني کېږي . کوم سرلیک چي نن ورځ اسلامي نړۍ ورسره لاس او ګرېوان ده او ټوله کفري نړۍ یوې خواته د ملل متحد تر نامه لاندي رایو ځای شوي ده  او اسلامي امت یې په نښه کړی دی  او مسلمان ولسونه بې له دې چي د الله تعالی په حضور کي د عجزونیاز لاسونه پورته کړي بله اسره نلري د همدغه عملي نفاق زېږنده ده چي د وخت حاکمانو د خپلو مصالحو او مقامونو د ساتلو لپا� �ه هغه خپل کړی دی ، ددې مصلحت پالني د نفاق په اساس نه خو هغوی په خپلو قومونو اعتماد لري او همدا راز قومونو هم دغه د وخت حاکمان په نفاق سره پېژندلي دي او انتظار باسي یوه ورځ په ډېره بېرحمۍ او ذلت سره له دې خپل مقام څخه و غورځول شي ، د همدې بې اعتمادي په وجه هغوی د خپلو ذاتي مصلحتونو د ساتلو او دخپلو مقامونو د له لاسه نه ورکو� �و لپاره ددښمن غېږي ته پناه وړي او ورسره یوځای خپل مسلمان هېوادوال اوبېوزله اسلامي هېوادونه ټکوي اود مسلم انانو د ځپلولپاره هماغه اصطلاحات کاروي کوم چي دښمن یې دخپلي حربیې لپاره په اسلامي هېوادونو او پ� �ګنوتپي.  په دې اساس هغه کسان چي ذاتي مصلحتونه په پام کي نیسي او عمومي اسلامي او قومي مصالح ورته هېڅ نه ښکاري باید د هغوی په منافقانه سلوک ونه غولېږو داسي څېرې  په موجوده وخت کي زیات تره په کاندیدانو او د شوراګانو په غړو کي په وار وار را مخ ته کېږي ،  ولسونو او پاک نفسو ساده لوحو مسلمانانو ته ددروغو وعدې ورکوي او د ځانونو لپاره یې د فعالیتونو یوه اوږده پرپړه هم برابره کړي وي چي کله هغه مطلوب مقام ته ورسېږي داسلام او قام په خدمت کي به یې پلي کوي ترڅو یې د ولسونو تر مېنځ ووېشي او هغوی وغولوي تر څو ده ته رایه ورکړي ، خو چي کله د ولس د رایو په نتیجه کي قدرت تر لاسه کړي اوکوم شدید رقابت ورباندي نه وي چي د هغه سترو ګټو ته ګواښ متوجه کوي بیایې مصلحت په دې کي وي چي د خپلو رایه ورکوونکیو جېبونه ووهي او عزتونه یې لوټ کړي ،دکاندېدانو سوابق او اسلام او ملت ته وفاداري او همدا راز د هغوی اخلاق باید وچڼل شي دا د انتخابي کوم سیونونو دنده ده که هغوی صالح او اسلام اوقام ته متعهد وي خو که هغوی هم مصلحت ساتونکي وي بیا د ولس مسئو لیت دي چي د هغوی د سوابقوپه هکله پوښتنه وکړي او که ورته معلوم وي چي معلوم الحال منافق دی او سابقه یې داسي وي چي په هراتڼ کي یې لاس غورځولی وي او هم دایې پېشه وي او اوس به یې هم د تېر په شان د خپل مقصد دلاس ته راوړلو لپاره څ ېره بدله کړي وي داسي کسانوته د رایو ورکول له اسلام او مسلمانانو سره ستر خیانت ګڼل کېږي ، داهم باید مونږ ته معلومه وي چي دا رایې چي مونږ یې کاندېدانو ته ورکوو له مونږ سره د الله تعالی یو امانت دی چي یا خو یې په اسلامي اوملي سطحه په دیانت ، تقوی او امانتداري پېژندل شویو کسانو ته ورکړو او که کاندید اهل نه وي او ټول نا اهله وي باید خپلي رایې استعمال نه کړو ترڅوپه هغو جرایمو کي شرېک نه شو کوم چي به یې سبادا کاندیدستاسو د رایو په وسېله مرتکب کېږي ، دهغه په اوسنیو وعدو ونه غولېږو ځکه چي پښتانه وایې : علت لوېږي عادت نه لوېږي  داهماغه زوړ کوټی دی چي اوس خر شوی دی او کته یې بله آغوستي ده .  دا زما د بحث موضوع نه وه  خو م خي ته راغله او خپل ایماني مسئولیت مي وبللو چي څه ورباندي ولیکم  .   منافق انسان ته د روغېدلو  او صحت موندلو امید ډېر لږوي  اونفاق  د هغه د ضیاع او ه� �اکت لپاره یوه ستره غمېزه زېږوي  ، هغه تر نورو مخکي خپل ځان ته ضرر رسوي دا ځکه چي د هغه په دننه کي  د مختلفو شخصیتونو د رولونو دلوبولو کشمکش وي  نودداسي داخلي تضادونو په کشمکش کي به څه ډول  د هغه عقل او فکر د استقامت لاري ته سم شي  او څرنګه به  د هغه زړه مطمین شي چي ځان اواندام ونه یې هم ورسره ډاډمن شي . تاسوبه لېدلي وي چي کله یو منافق انسان له صحنې څخه بهر وي چي زړه یې وي هغه وایې او ستري لاپی وهي او د خپلي مېړاني تمثیلي پارچې ملګروته ښیې خو کله چي د معرکې میدان ته داخل شي او دسر په سترګو هغه وقایع وویني چي دی ورسره مخامخ کېږي سمدلاسه بدلېږي او دخپل سابقه حالت بالکل معکوس شکل ځان ته غوره کوي ، خوهغه څوک چي دایمان په وسله سمبال او په اسلامي ارزښتونو باور لري هغه کله هم داسي څېره نه بدلوي ، بالمقابل هغه څوک چي هغه ته اخلاقي ارزښتونه اهمیت نلري او اېمان یې کمزوری وي هغه ته دده د ایمان کمزوري دا تلقین کوي چي د ضرورت په اساس او دخپلو مصالحو دساتني لپاره مختلف رو� �ونه ولوبوي، هغه چي کله په یوه څېره ځان ښکاره کوي او کله په بله څېره ، کله د نېک او تقوی داره مسلمان څېره ځان ته غوره کوي له نېکانو خلګو سره ناسته ولاړه کوي په دې کي یې هم خپل مصلحت په پام کي نیولی وي او کله بیا له بدم� �غو بې دینو انسانو سره اړیکي ټینګوي دهغه دا متضادي څېرې خپلول  په دې ښکاره دلالت کوي چي دا ډول کسان په هیڅ شي ایمان نلري هغوی باید په دې پوه شي چي هغه څوک چي دقوي عزم او ایمان خاوندان دي هغوی کله هم خپل مواقف نه بدلوي او تل ثابت قدم وي ځکه هغوی په دې عقیده لري چي د هرنفع او ضرر ، ښې او بدې حقیقي م تصرف او ټولواک د الله تعالی پاک ذات جل شأنه دی او نه بل څوک . دا دنفاق خصلت که په ضعیف النفس انسان او په یوه عام سړي کي وي خو خیر دی هغه به د خپلي کمي پوهني په اساس و� �وکه معذور نه دی خو مونږ به یې معذور وګڼو، خو له هغه چا څخه به څرنګه یو څوک ددې خصلت د خپلولو توقع کوي چا ته چي د یوه فکر او قلم امانت سپارل شوی وي ، هغه لیکوالان چي مونږ یې نومونه نه آخلو او پېژندل شوي دي هغوی په خپل مسلک کي سپین ږیری شوی دي او اوس هم کله دلته او کله هلته د خپلو مصلحتونو د تلاش لپاره حقایق بدلوي او باطلو افکاروته چوپړ وهي  او د مسلمانانو د عمومي ذهنیتونو د ګمراه کولو لپاره یې عینکي په سترګو کړي وي او قلم او کاغذ یې په لاس کي وي او هغه څه به لیکي چي هغه به پخپله هم په دې عقیده وي چي داډول � �یکني چاته په درد نه خوري نه به یې دده لپاره کوم دایمي مفاد وي او هم به د نورو لپاره له ذهني پرېشاني او دوخت له ضیاع څخه پرته نوره ګټه نلري ، مونږ یواځي دومره ویلای شو چي دا ډول کسان د دې  � �یکنو په مقابل کي څه مادي بې ارزښته ګټي په پام کي نېسي او زما په فکر هغوی ګمارل شوي دي  چي دا ډول لیکني وکړي دا ځکه چي هغوی لا مخکي خپل ځانونه خرڅ کړي دي او یواځی د خپلي بقا لپاره کله نا کله د اسلام او ملت نوم هم آخلي ترڅو خپل سابقه پلونه په هم دې شکل پټ کړي هغوی کوم اساسي عالي مقاصد نلري او نه په کومو ایماني او ملي ارزښتونوباندي عقیده لري هغوی ته یواځي خپلي ګټي تر هرڅه غوره دي هغوی په خپل ګمان د نفاق په مسلک کي اخري نقطې ته رسېدلي دي او زما په ګمان به نور انشاء الله تعالی د لېونتوب انتظار باسي الله تعالی ف� �مایې : في قلوبهم مرض فزادهم الله مرضا ولهم عذاب ألیم بما کانوا یکذبون .  تفسیر او ترجمه :  دهغوی (منافقینو) په زړونو کي ناروغي ده الله تعالی هغوی ته نوره هم له مسلم انانو سره ددښمني او حسدناروغي د نفاق په ناروغي ورزیاته کړه او د هغوی لپاره د قیامت په ورځ کي دردوونکی عذاب دی د هغوی دهغو له دروغوډکو اقوالو او افعالو په وجه چي هغوی به په دنیا کي سرته رسول . له دې ډول منافق عمله کسانو څخه چي په هره ساحه کي وي ددې توقع ساتل سالم عقل نه مني چي هغوی د ټولني ملت او مذهب ته خیر ورسوي او داسي کسانو ته په احترام قایل کېدل او دهغوی ستایل او له هغوی څخه دفاع کول زما په فکرله ایمان ، ملت او مسلماني ټولني سره یوستر خیانت او جفاده الله تعالی فرمایې : ختم الله علی قلوبهم وعلی سمعهم وعلی ابصارهم غ� �اوة ولهم عذاب عظیم . تفسیر او ترجمه :    الله تعالی د هغوی (منافقینو) په زړونو او غوږونو مهرونه لګولي چي نه خو حق خبره ور پرېږدي او نه یې آوري او د هغوی په سترګو یې پردې ورغوړولي دي چي حقایق نشي لیدلای او دهغوی لپاره دردناک عذاب دی په دنیا کي ذلت او رسوایې او په آخرت کي نور د جهنم عذابونه . ",زوړ نفاق او عصري کته 4880,قدوسي سلیمانخېل," د پشلمي اهمیت او ارزښت   د روژې د نیولو لپاره پشلمی کول  هم سنت دی او هم په دې اساس ضروري ده تر څو په  راتلونکي ورځ کي ستوماني او کمزوري احساس نکړو ځکه چي روژه مونږ د الله تعالی د رضا لپاره نېسو او د روژې په ورځ کي به په مختلف شکل عبادتونه او د خیر کارونه سرته رسوو نو که مو پشلمی نه وي کړی کېدای شي زمونږ عبادات او د اجر او ثواب هغه کارونه چي مونږ یې اراده کړي وي د سستي او ستوماني له وجهي متاثر او أغېزمن شي په دې صورت کي به هغه مطلوب اجرونه زمونږ له لاس ځخه ووزي  کوم چي مونږ یې آرزو ل� �و. دلته به مونږ په دې بحث کي د پشلمي اهمیت او په نبوي سنت کي د هغه ارزښت وڅېړو.  رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې  : تَسَحَّرُوا فَإِنَّ فِي ا� �سُّحُورِ بَرَكَة تاسي پشلمی کوۍ دا ځکه چي په پشلمي کولو کي برکت دی . پشلمی د هغه خوراک او څښاک نوم دی کوم چي یو مسلم ان یې تر سپېدو مخکي د راتلونکي ورځي د روژې د نېولو لپاره کوي ، په دې کي برکت دی دا معنا چي په هغه کي د الله تعالی له لوري زیات خیر او اجر دی . مونږ او تاسي زیات داسي � �وژه نیوونکي لیدلي چي  هغوی د پشلمي د خوراک پابندي نه کوي کله یې کوي او کله یې نه کوي او ځیني به مو داسي هم لیدلي وي چي بېخي پشلمی نه کوي هغه تر وېده کېدلو مخکي زیات خوراک وکړي تر څو ډېر وېده شي اویا یې د سستي په وجه پشلمي ته د راپورته کېدلو اراده نه وي خو داسي کول ځکه نه دی په کار چي په دې شکل د نبوي سنت مخالفت دی او ښه کار نه دی  او هم انسان د پشلمي له برکتونو او اجرونو څخه بې برخي کېږي  . روژه نېوونکی انسان باید پش� �می وکړي او په خپل وخت کي چي تر سپېدو تقریباً یو ساعت مخکي وي ویې کړي ولوکه یو کوپ چای او یا یو غوړپ اوبه هم وي او نور خوراک ته یې زړه نه کېږي ځکه چي په پشلمي کولو کي زیات اجرونه ، ثوابونه او برکتونه دي او بل داچي د � �سول الله صلی الله علیه وسلم د حکم اطاعت او دهغه د امر منل د لاندي آیت له مخي په مونږ فرض دی او په هغه کي زم ونږ دنیوي او اخروي کامیابي ده . الله تعالی فرمایې : مَّنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ چاچي د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت وکړلو نو هغه د الله تعالی اطاعت وکړلو. په بل ځای کي الله تعالی فرمایې : وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزاً عَظِيم ا٭ او چاچي د الله تعای او دهغه د رسول صلی الله علیه وسلم ومنل نو هغه رېښتیاهم په ستره کامیابي سره کامیاب شولو . یو هم د پشلمي له برکتونو څخه دادی چي هغه د مسلمانانو شعار او د هغوی ځانګړتیاده او د اهل کتابو له روژې څخه د م سلمانانو د روژې فرق په پشلمي سره دی رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایې : فَصْلُ مَا بَيْنَ صِيَامِنَا وَصِيَامِ أَهْلِ الْكِتَابِ، أَكْلَةُ السَّحَر (رواه مسلم) زمونږ مسلمانو او د اهل کتابو( یهود او نصاری) د روژه نېولو فرق په پشلمي کولو سره دی . د پشلمي کولو له برکتونوڅخه داهم دی چي هغه انسان عبادت کولوته تقویه کوي او د هغو په اداکولو کي او د هغه په خیریه کارونو کي ورسره مرسته کوي ، ځکه که یو څوک وږی او تږی وي په هغه باندي سستي او کمزوري غلبه کوي او هیڅ فعالیت سرته  نشي رسولای . بل داچي هغه څوک چي پشلمی کوي الله تعالی او د هغه ملایکه په هغه باندي رحمتونه او درودونه لېږي له عبد الله بن عمر رضي الله تعالی عنه څخه دا م� �فوع حدیث را نقل شوی دی  چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :  إِنَّ اللَّهَ وملائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَی المُتَسَحِّرِينَ» رواه ابن حبان، والطبراني في (الأوسط) په رېښتیا سره الله تعالی او د هغه فرشتې په پشلمي کوونکیو باندي درودونه او رحمتونه لېږي . بل داچي پشلمی کول د هغه بد اخلاقي مخه نېسي کومه چي د لوږي په نتېجه کي پېښېږي ، تاسوبه لېدلي چي ځیني کسان په روژه کي زیات بد اخلاقه شي او روژه یې د خپلي بد اخلاقي لپاره بهانه ګرځولي وي او ویل کېږي چي فلانی روژې اخیستی دی . په داسي حال کي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه مشهور حدیث کي مسلمانانو ته لارښوونه کوي چي که په روژه کي یو څوک درته بده خبره او یا ښکنځل وکړي نو په نور عکس العمل لاس مه پوري کوه او صرف دومره ورته وایه چي ځما روژه ده ځکه چي روژه دا معنی چي د انسان ټول اندام ونه باید د انسان په کنترول کي وي او په هغه څه کي یې ونه کاروي چي په هغه کي ګناه اومعصیت وي په دې شکل به مونږ روژه په ظاهري او معنوي شکل روغه نېولي وي . بل دا چي د پشلمي وخت  ډېر مبارک وخت دی دا دالله تعالی د راښکته کېدلو وخت دی څرنګه چي د هغه له شان س� �ه وړ وي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: يَنزِلُ ربُّنا تباركَ وتعالى كلَّ � �يلةٍ إلى السماءِ الدُّنيا حين يَبقى ثُلثُ الليل الآخرُ يقول: مَن يَدعوني فأستجيبَ له، مَن يسألني فأُعطِيَه، من يَستغفِرُني فأغفِرَ له (� �واه البخاري) الله تعالی هره شپه دشپې په وروستۍ درېیمه برخه کي د دنیا � �سمان ته راښکته کېږي او وایې : څوک دی چي له ما څخه کومه دعاوغواړي او زه یې هغه دعا قبوله کړم ؟  څوک دی چي له ما څخه یوڅه وغواړي او زه یې ورته ورکړم ؟ څوک دی چي له ما څخه بښنه وغواړي او زه بښنه ورته وکړم . بل دا چي د پشلمي وخت د استغفار او له الله تعالی څخه دبښني غوښتلو غوره او بهترین وخت دی ، الله تعالی په خپله ددې وخت ستاینه په قرآنکریم کي کړي ده فرمایې : وَبِالأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ  ٭ او مسلمانان هغه څوک دي چي په سپېدو کي له الله تعالی څخه تل بښنه غواړي . بل داچي له پشلمي څخه وروسته د سهار د لمانځه لپاره اذان کېږي که یوچا پشلمی کړی وي هغه د موذن د همدغه دعوت اجابت کولای شي او د سهار لمونځ په جماعت سره په مسجد کي ادا کولای شي . همدا راز که په پشلمي کي یوڅوک په عبادت کولو باندي د قوت د لاس ته راوړلواودسنت نبوي د پرځای کولو نیت وکړي دا په خپل ځای کي یو بېل عبادت دی چي د الله تعالی په نزد ستر اجر � �ري . داهم باید په پام کي ونېسو چي هغه قادر اوړ مقتدر ذات چي په پشلمي کي برکتونه اچوي هغه د پشلمي له پلوه د روژه دار په نورو عبادتونو کي هم برکتونه واچوي چي زمونږ � �وژه دارانو ور ته زیاته اړتیا او د هر مسلمان دزړه تمنا ده . خ� �اصه داچي د پشلمي ګټي ډېري دي  دالله تعالی په شرایعو او احکامو او مکلفیتونو کي د انسان د نېکمرغي او ښېرازۍ زیات هغه اسرار او رموزات موجود دي چي عقلونه او فکرونه ورته حیران دي او درک یې نه � �ي کولای مونږ باید د خپل شریعت پابند واوسو په دې کي مو ددنیا او آخرت کامیابي او بری دی . والله المستعان وعليه التكلان وصلى الله وسلم على نبينا محمد ",د پشلمي اهمیت او ارزښت 4881,قدوسي سلیمانخېل," ټولنه ستاینه هغه پروردګار لره ده چي د بشریت د نېکمرغۍ لپاره یې د کال په اوږدو کي په مسلمانانو یوه داسي مبارکه میاشت لورولی چي هغه په مادي اوروحي لحاظ د ګټو او اجرونو او په جسمي او رواني لحاظ له الهي حکمتونو ځخه ډکه ده ، هغه د بډای او مسکین بادشاه او ګداد م ساوات میاشت ده ، هغه دېرش ورځنی اسلامي کورس دی چي د روغتیا پالني تر څنګ د اجتماعي تعاون ، هم آهنګي او همد� �دي عملي درسونه ښیې ، هغه د نوافلو، عباداتو،  صیام او قیام او عالي اخلاقي روزني ت� �بیت ګاه ده ، او درود او سلام دوي د الله تعالې په هغه غوره او ګران محبوب چاچي تر دغه میاشت مخکي به یې لا مټي ور ونغښتلې او د عبادتونو تر څنګ به یې د سخا دسترخوان د غرېبو او بېوزلو انسانانو د خوشاله کولو لپاره وغوړولو ، او دسخا درجه به یې د نور کال په نسبت په همدغه میاشت کي نهایې ن� �طې ته لوړېدله ، او دهغه په ټولو ملګرو او پلویانو چاچي ددې دین د خپرولو په لاره کي له هېڅ ډول قرباني څخه سر نه دی غړولی او په هغه چا چي  د قیامت تر ورځی د هغوی په تګلاره روان وي او په مونږ ګناهګارانو چي د رسول الله صلی الله علیه و سلم غوره امت ته مو نسبت کېږي (آمېن) ګرانو لوستونکیو وروڼو؛  د روژې مبارکه م یاشت له عادت سره سم هرکال د مسلمانانو مېلمنه کېږي ، مونږ د سر په سترګو وینو چي زمونږ ډېر وروڼه د دې مبارکي م یاشتي له راتګ ځخه مخکي له دنیا ځخه رخصت شي ، داعمالو سلسله یې قطع شي او قسمت یې نه وي چي له مونږ سره یوځای د همدغه مېلمنې میاشتي هرکلی وکړي او د هغې له فیوضاتو څخه ګټه واخلي ، خونېکمرغه هغه څوک دي چي دا میاشت ور باندي راغله او د هغې د هرکلي لپاره یې بشپړ تیاری نېولی وي مخکي یې د هغې په فلسفه ځان پوهولی وي او په مطلوب شکل دا مې� �منه میاشت وپالي اوله برکتونواو وخت ځخه یې ګټه واخلي . مخکي له دې چي دا مبارکه میاشت راورسېږي راځۍپه بشپړه امانتداري او رېښتېنولي  له ځان سره ځیني پوښتني مطرح کړو ترڅو دا میاشت بې له طاعت او عبادت څخه زمونږ له لاسه ولاړه نشي او دهغې قېمتي شېبې وړیا ضایع نه شي . آیا مونږ په همدغه مبارکه میاشت کي د توبې اېستلو عزم کړی دی ؟  آیا له ټولو ګناهونو او منکراتو څخه مو د� �اس د اخېستلو او د کایناتو له لوی پروردګارسره د یوې نوي صفحې د پرانستلو اراده کړي ده؟  آیا مونږ ددې مبارکي میاشتي د ورځني عبادت لپاره یو منظم تقسېم الأوقات برابر کړی دی چي د هغه له مخي د همدغه مبارک موسم د شپو او ورځو هرکلی وکړو ؟ که مونږ  رېښتیا هم په تېر وخت پښېم انه یو چي هسي مو له لاسه ووت او په راتلونکي کي د ګناهونو او شرعي مخالفتونو د پرېښودلو هوډ مو کړی وي نو مونږ د ژوند په ارزښت پوه شوي یو او نور به خپله آینده رغوو په همدې شکل به مونږ له معنوي سکون او د الله تعالی له نعمتونو څخه لذت واخلو او که مو همدا موسم هم تش د تېر په شان له لاسه ووت نو په دې باید و پوهېږو چي خپل عمر مو ضایع کړ او نېکمرغي مو په برخه نه وه . امام ابن الجوزي (رح) فرمایې : عامو خلګو ته چي ګو� �م په عجیبه شکل وخت ته دکې ورکوي که یې شپه روڼه وي نو په بې ګټي خبرو باندي وي او ورځ یې په خوبونو باندي تېرېږي او که وېښ وي نو په بازارونو او د تقریح په ځایونو کي وي  ددې ډول انسانانو مثال د هغه چا دی چي په بېړۍ کي سپاره وي او یو له بل سره په خبرو لګیا وي او هغه بېړۍ روانه وي خو دوی په دې نه وي خبر چي چې� �ته مو وړي ، او داسي کسان مي ډېر لږ ولیدل چي د سفر په تیاري او د څوري په برابرولو کي زیار باسي نو د الله تعا� �ی روی ته وګورۍ د نېکو اعمالو له موسمونو څخه ګټه واخلۍ مخکي له دې چي له لاس څخه مو ووزي . په بل مورد کي فرمایې : انسان ته په کارده چي د خپل وخت عزت او قدر وپېژني او یوه شېبه هم د الله تعالى د رضا د لاس ته راوړلو څخه پرته په بل څه کي ضایع نکړي ، او یو تر بل غوره او نېک کارونه او نېکي خبري ځان ته خپلي کړي او تل یې نیت د خیر د کارونو وي چي کله هم په کي سستي او ستوماني محسوس نکړي . له عامر بن قیس (رح) څخه نقل شوی دی چي یو چا ورته وویل : خبري راسره وکړه هغه په ځواب کي ورته وویل د یو څو شېبو لپاره لمر ونېسه زه به خبري درسره وکړم  . رېښتیا هم چي عمر ډېر په چټکتیا سره روان دی  . هغه څوک چي دنیوي کاروبار او تجارت کوي یوه شېبه هم د یوه ډېر نژدې ملګري لپاره نه ضایع کوي او که کله هم د ګټي یو چانس ورته په لاس ورشي نو پالتو یې له لاسه نه ورکوي  او که یې له لاسه ووزي ډېر ورباندي خواشینی او غمجن وي  ،  مونږ  داسي اخروي موسمونه چي په هغه کي له الله تعالی سره تجارت زمونږ لپاره زیاتي ګټي لري ولي په پام کي نه نېسو تر څو د نېکو عملونو او عبادتونو لورته ګړندي شو او هغه ستري ګټي چي د الله تعالی له لوري ثوابونه او جنتونه او اخروي بې شمېره نعمتونه او دنیوي نېکمرغي وي دي لاس ته راوړو . دغه د روژې مبارکه میاشت هغه لوی فرصت دی چي نیکان ورته تیاری نېسي او پرهېزګاران ډېر ورته خو� �اله وي  او وېښ مسلمانان  یې په ډېره مینه انتظار باسي ، دا میاشت د ګناهونو د بښ� �و،  د جنت د ګټلو او د جهنم له عذابونو څخه د نجات  موسم دی  خو د هغه چا لپاره چي زړه یې روغ ، اندامونه يې په شرعي موازینو برابر وي او د هم دغي مبارکي میاشتي شپې او ورځي یې مسلمانانو ته په ضرر رسولو او بې ګټي کارونو کي نه  ضایع کوي . که مونږ  د روژې  د مبارکي میاشتي ورځي په خوب کولو او شپه یې په قطعه بازي ، د تلوېزیوني فلمونو او ډرامو په کتلو ، او په بې ځایه محفلونو تېره کړونو د روژې نیولو له اجر او ثواب څخه بېشکه بې برخي شولو . دا د ګوتو په شمېر یو څو شپې او ورځي دي  چي کله میاشت  را بره شي ور باندي پوه نه شو چي څرنګه ووتله نو راځۍ چي له دې اخروي تجارتي  موسم سره په هغه شکل تعامل وکړو لکه ددنیا د تجارت له موسمونو سره  چي يې کوو که رېښتیا مو په دې یقین وي چي یوه ورځ له دې فاني نړۍ څخه تلونکي یو او هلته مونږ د نېکو اعمالو سرمایې ته اړتیالرو . رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : رغم أنف رجل دخل عليه رمضان، ثم انس� �خ قبل أن يغفر له (رواه ا� �ترمذي والحاكم) د هغه چا د پوزه په خاورو سپېره شي  چي د روژې میاشت ورته راغله او ور څخه ولاړه مخکي له دې چي دده ګناهونه په کي وبښل شي . په دغه مبارکه میاشت کي داحادیثو له مخي د جنت دروازې خلاصي شي او د دوزخ دروازې وتړلي شي او شیطانان قید کړل شي ، د همدغه میاشتي روژې که یو څوک د هغې د ضوابطو له مخي ونېسي ټول ګناهونه ورته بښل کېږي ، او له دوزخ څخه د نجات اوبرائت سند دالله تعالی له لو� �ي ورکېږي . زیات تره مفسرین په دې عقیده دي چي په همدغه مبارکه میاشت کي یوه شپه ده چي په قرآنک� �یم کي یوه سوره (سورة القدر) د هغې په نوم نومول شوي ده هغه د لیلة القدر شپه ده ، په همدغه شپه کي قرآنکریم نازل شوی دی په همدغه شپه کي د عبادت اوخیریه کارونو اجر او ثواب دزرو میاشتو (درې اتیا کلونو او دریو میاشتواو دریو ورځواوشپو) له عبادت سره برابر دی ، یعني تقریباً په همدغه شپه کي عبادت په خپل وسېع مفهوم سره د ټول ژوند له قبول شوي عبادت سره مساوي دی ، په همدغه شپه جبریل علیه السلام دنورو فرشتو په ملګرتیا ځمکي ته د ټول کال د پرېکړو او فیصلو د تنفېذ په غرض راښکته کېږي  ، دغه شپه د الله تعالی د هغو بندګانو لپاره چي د ا� �له تعالی په عبادت کولو او په نېکو کارونو کي لګیاوي د امن ، سلامتیا ، سکون او ډاډېیني شپه ده چي ډېر په کي خوشاله وی ( همدا د سورة القدر مختصر مفهوم وو) . همداراز روژه د الهي اجر او ثواب ترڅنګ زیاتي طبي ګټي هم لري ، تاسوبه ډېر داسي ناروغان لېدلي وي چي د کال په اوږدو کي به د ډول ډول ناروغیو شکایت کوي خو کله چي د روژې په م بارکه میاشت کي ورڅخه پوښتنه وکړې نو وایې به چي ډېرښه یم ، د طبي څېړنو له مخي هم د روژي د نیولو زیاتي روغتیایې ګټي دي  . د روژې  د مبارکي میاشتي فضېلتونه اوح کمتونه ډېردي . همداراز تربیوي ، اجتماعي ، اقتصادي او روغتیایې بېل بېل خصوصیتونه لري که یې په تفصیل سره وڅېړو نو هر خصوصیت یې بېل بحث جوړوي خو دلته مونږ د هغې د راتګ په مناسبت یواځي د لوستونکیو د پام د رااړولو لپاره و� �ته یو عمومي نظر اچوو . دروژې د فرضیت دلایل :  درمضان د م یاشتي روژه نیول د هجرت په دوهم کال کي د شعبان د میاشتي په درېیمه ددوشنبې په ورځ فرض ګرزول شوي ده هغې فرضیت په قرآنکرم او نبوي احادیثو او د امت په اجماع سره ثابت شوی دی , منكر يې بې له شکه کافر دی، فرضیت یې په لاندنیو نصوصو سره ثابت شوی دی الله تعالی په قرآن کریم کي فرمایې : یاأیها الذین آمنوا کتب علیکم الصیام کما کتب علی الذین من قبلکم لعلکم تتقون (البقرة ۱۸۳) اې هغو کسانو چي ایمان مو راوړی دی په تاسو باندي روژه نېول داسي فرض کړل شوي ده لکه له تاسو څخه مخکي په امتونو، قومونواو پیغمبرانو باندي چي فرض کړل شوي وه ددې لپاره چي ځانونه له ګناهونو څخه وساتۍ او د تقوا خاوندان شۍ. ما په هربحث کي دې خب� �ي ته اشاره کړي ده چي د اسلام د مبین اساسي مقصدونه د ټولني نېکمرغي او د جرایمو مخنیوی دی خواه که انفرادي وي او که اجتماعي حتی هغه عبادتونه چي هغه د اسلام بنیادونه دي لکه لمونځ،  روژه، زکات اوحج که په عمیق نظر ورته وګورو او هغه نصوص وڅېړو کوم چي د هغو د فرضیت په هکله موجود دي د عبادت تر څنګ د انساني ټولني سعادت او د ګناهونواو جرايمو مخنیوی یې نصب العين  وي همدغه د روژې د ف� �ضیت آیت کریمه چي اوس مو وړاندي کړ ددې ګواهي ورکوي چي الله تعالی د روژې د فرضیت اساسي مقصدداښودلی دی چي مس� �مان د تقوا خاوند جوړ شي د تقوا معنا داده چي د الله تعالی دعذاب وېره په پام کي نېول او د هغو اوامرو پابند اوسېدل کوم چي الله تعالی او د هغه رسول (ص) مونږ د هغو په کولو مکلف کړي یو او له هغو کارونو ، منکراتو ، اوج� �ایمو څخه د ځان ساتل دی کوم چي مونږ مسلمانان الله تعالی او دهغه رسول (ص) ورځخه منع کړي يو . په بل � �یت کریمه کي الله تعالی فرمایې : شهر رمضان الذي أنزل فیه القرآن هدی للناس و بینات من ا� �هدی والفرقان فمن شهد منکم الشهر فلیصمه (البقرة ۱۸۵)  د روژې میاشت هغه میا� �ت ده چي په هغې کي قرآنکریم رانازل شوی دی چي هغه (قرآنکریم) د خلګو لپاره لارښوونه او ښکاره دلیلونه دي چي حق او باطل سره بېلوي نو کوم مکلف مسلمان چي دا میاشت ولېدله نو ضرورد د هغې روژې ونیسي . هغه  نبوي احاديث چي د ر مضان د مبارکي د روژو د نېولو په فرضیت دلالت کوي په لاندي توګه دي :  رسول الله ص� �ی الله علیه وسلم فرمایې : بني الاسلام علی خمس شهادة أن لااله الا الله محمدرسول الله ، واقام الصلاة وایتاء الزکاة وصیام رمضان وحج البیت من استطاع الیه سبیلا. د اسلام دین په پنځو بنیادونو جوړ شوی دی د الله تعالی په وحدانیت او د محمد (رسول الله صلی الله علیه وسلم) په نبوت او رسالت باندي اقرار کول او دلمانځه درول او د زکات ورکول او د رمضان د میا� �تي روژې نیول او او د حج  اداکول په هغه چا چي مالي او بدني استطاعت ولري . وفي حدیث طلحة بن عبد الله أن رجلا سأل النبي ( صلی الله علیه وسلم) فقال : یارسول الله . أخبرني عما فرض الله علی من الصیام ؟ قال : شهر رمضان ، قال هل علي من غیره ؟ قال : لا ، الا أن تطوع . د طلحة بن عبد الله رضي الله تعالی عنه په رانقل شوي حدیث کي روایت شوی دی چي یوه سړي له رسول الله صلی الله علیه وسلم ځخه پوښتنه وکړه چي یارسول الله هغه روژې راته وښیه چي الله تعالی په ما باندي فرض کړي دي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل د رمضان د میاشتي روژې ، هغه وویل أیا نوري روژې هم په مافرض دي ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : نه ، مګر که د نفلي روژې نیولې . دروژې د مبارکي میاشتي فضې� �تونه هغه احادیث چي د همدغي مبارکي میاشتي د فضېلت په هکله رانقل شوي دي په لاندي ډول دي : عن أبي هریرة أن النبي ( صلی الله علیه وسلم) قال – لماحضر رمضان - : قدجاءکم شهر مبارک افت� �ض علیکم صیامه تفتح فیه أبواب الجنة و تغلق فیه أبواب الجحیم و تغل فیه الشیاطین ، فیه لیلة خیر من ألف شهر من ح� �م خیرها فقد حرم .(رواه أحمد والنسائي والبيهقي) له أبوهریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی هغه وایې چي کله د روژې میاشت راورسېدله نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : تاسوته یوه داسي مبارکه م یاشت راغله چي دهغې د روژو نیول په تاسو فرض ګرزول شوي ده ، په هغې کي د جنتونو دروازې خلاصېږي او ددوزخ دروازې وتړلي شې او شیطانان قید کړل شي په همدغه میاشت کي یوه شپه ده چي تر زرو شپو غوره ده څوک چي یې له خیر څخه محروم شولو نو له هرڅه څخه بې برخي شولو . په یوبل روایت کي چي عرفجة رضی الله تعالی عنه رانقل کړی دی وایې چي زه له عتبة بن فرقد سره ناست وم د رسول الله صلی الله علیه وسلم له اصحابو څخه یو کس راغی او دروژې په هکله یې وویل چي ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د مخګیني متن تر څنګ داهم آورېدلي چي هغه وفرمایل : وینادي فیه ملک : یاباغي الخیر أقبل ویا باغي الشر أدبر حتی ینقضي رمضان .(رواه أحمد وا� �نسائي) او د همدغه میاشتي تر پایه پوري یوه فرشته آواز کوي چي اې د خیر غوښتونکي انسانه راځه او ه� �کله راشې او اې د شر غوښتونکي انسانه مه راځه او راته شا کړه  . عن أبي هريرة رضي الله تعالى عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم كل عمل بن آدم يضاعف ا� �حسنة بعشر امثالها الى سبعمائة ضعف قال الله تعالى الصوم لي وأنا أجزي به يدع شهوته وطعامه من أجلي للصائم ف� �حتان فرحة عند فطره وفرحة عند لقاء ربه ولخلوف فيه اطيب عند الله من ريح المسك (رواه مسلم) له ابوهریره رضي اله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :هر عمل د انسان څو چنده کېږي او دنېکي بدله له لسو چندو څخه نېولي تر اوو سوو پوري کېږي الله تعالی فرمایې چي روژه زمالپاره نېول � �وي ده او زه به بنده ته د هغې بدله ورکوم دا ځکه چي هغه زما لپاره خپل شهوت او خوراک پرې اېښی دی د روژه لرونکي دوه خوشالي وي دي یوه خوشالي د روژه مات په وخت او بله خوشالي له خپل پروردګار سره د ملاقات په وخت او دهغه د خولې تاو الله تعالی ته زیات خوشبویه دی د مشکو تر خوشبویې .   وعن سهل بن سعد رضي الله تعالى عنه عن ا� �نبي صلى الله عليه وسلم قال ان في الجنة بابا يقال له الريان يدخل منه الصائمون لايدخل منه احد غيرهم يقال � �ين الصائمون فيقومون لايدخل منه احد غيرهم فاذا دخلوا أغلق فلم يدخل منه أحد (متفق عليه) له ابوهریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي په جنت کي یوه دروازه ده چي ریان نومېږي روژه لرونکي به په هماغه دروازه ننوزي اوبل به هیڅوک له هغې دروازې څخه نه ننوزي ، اعلان به وشي چي چېرته دي روژه لرونکي هغوی به ولاړ شي اوبل به هیڅوک له هغې دروازې څخه نه ننوزي چي کله هغوی دننه شي و به تړله شي او په هغه دروازه به بیا هیڅوک جنت دننه ولاړ نشي .    وعن أبي سعید الخدري رضي الله تعالی عنه أن النبي (رسول الله صلی الله علیه وسلم) قال : من صام رمضان و عرف حدوده و تحفظ مما کان ینبغي أن یتحفظ منه کفر ماقبله .(رواه أحمد والبیهقي بسند جید) له أبو سعید الخدري رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چاچي د رمضان د میاشتي روژه ونیوله  او دهغې حدود او ضوابط یې وپېژندل او له هغه څه څ خه یې ځان وساتلو چي په کار وو ځان ور څخه وساتي د تېرو شویو ګناهونو کفاره یې ادا کړه .  عن أبي هریرة رضي الله تعالی عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : من صام رمضان ایمانا واحتسابا غفر الله له ما تقدم من ذنبه (رواه أحمد و اصحاب السنن) له أبي هریرة رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چاچي له الله تعالی څخه د اجر اوثواب د غوښتلو په نیت د رمضان د میاشتي روژې د ایمان او عقیدې په رڼا کي ونیولې نو الله تعالې به د هغه تېر ګناهونه ټول ور وبښي . په دې کي څه شک نشته چي د رمضان مبارکه میاشت د اجرونو او ثوابونو میاشت ده، د الله تعالی نېک بندګان او د خیر غوښتونکي انسانان دغه میاشت یوطلایې فرصت ګڼي تر څو په دغه موسم کي د خپلو نیکیو په ذخیره کي زیاتوالی راولي ځکه خو هغوی د اجر او ثواب په کارونو کي دومره زیات مشغول وي چي هیڅ یوه دنیوي کار ته یې ورپام هم نه وي هغوی نه یواځي دا چي د ورځي له خوا روژه نیسي او په انساني ټولنه کي د خیر او ثواب پروګرامونه په مخ بیایې بلکه شپه یې هم ټوله په نفلونو او قیام او تلاوتونو او د خیر د کارونو د کولو لپاره په پلان ګذاري تېرېږي ،  هغوی د اجروثواب د کارونو په کولو کي کله هم ستوماني نه احساس کوي ، په مقابل لوري کي مو نږ داسي کسان هم وینو چي روژه خو نیسي او مسلمانان دي خو د زیاتي خواشیني ځای دی چي په همدغه مبارکه میا� �ت کي یې د هغې له خیرونو څخه ګټه نه وي اخېستلي معمول یې هم داسي وي چي شپه یې په کرمبوټ ، تلویزیوني فلمونو او د ډرامو په کتلو او آورېدلو تېره شي او پشمنی کړی  یانه کړی ، د سهار لمونځ کړی یا نه کړی ورځ یې ټوله په خوب تېره شي او مازدیګر چي راپاڅي د روژه مات تیاری ونېسي او د ماښام په اذان دومره خواړه وخوري چي د خېټي له لاسه د ماخوستن لمونځ او تراوېح هم ورڅخه پاته شي ، داسي کسان مونږ او تاسي په خپل چاپېریال کي وینو او لېدلي دي ، مونږ به ځیني د خیر او اجروثواب کارونه د نبوي احادیثو له مخي په ډېر مختصر ډول په نښه کړو امید دی چي زمونږ مسلمان وروڼه او په تېره بیا زمونږ ځوانان او زلم یان ورڅخه ګټه واخلي ځکه چي د روژې اصل مقصد د اجر او ثواب او د خیر کارونه دي د هغې مقصد د چا وږي او تږي کول نه ده لکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   فرمایې : من لم يدع قول الزور والعمل به والجهل، فليس لله حاجة في أن يدع طعامه وشرابه (رواه البخاري) چاچي (په روژه کي) دروغ ویل او ددروغو کارونه او ناپوهي نه پرېښودله نو الله تعالی چاته ددې ضرورت نلري چي خوراک او څښاک پرېږدي . ۱- چي کله د روژې مبارکه میا� �ت و لېدله لاس به پورته کړې او دا دعا به  ووایې : اللهم أهِله علینا بالیمن والایمان والسلامة  والاسلام ربي وربک الله (رواه أحمد و الترمذي) ۲- په هرنېک کار کي به د نیت یواځي د الله تعالی د رضا د حاصلولو لپاره وي  ځکه چي د هر عمل د قبلېدلو تعلق تر نیت پوري دی او مونږ دهر نېک عمل لپاره د نیت په اخلاص مأمور او مکلف یو. ۳- هروخت به الله تعالی ته په خپلو تقصېرونو توبه کاږې که د ګناه کړيوي او که د نه وي کړي ځکه چي  رسول الله صلي الله عليه و سلم فرمايې :  ان الله یقبل توبة العبد مالم یغرغر ( رواه الت� �مذي)  الله تعالی تر هغه وخته د بنده توبه قبلوي چي ساه یې مرۍ ته نه وي را� �سیدلي . ۴-  په ورځ کي روژه له خپلو شرایطو سره سمه د الله تعالی د رضا لپا� �ه نېسه او د شپې له خوا تراوېح او د قیام لمونځ  مه پرېږده او هڅه کوه ټول لمونځونه په جماعت سره ادا کړې . ۵- د روژې د مبارکي په وروستیو لسېزو کي  په عبادتونو او د خیر په نورو کارونو کي بشپړ زیار ر باسه ځکه چي له رسول الله صلي الله عليه و سلم څخه نقل شوی دی : كان رسول الله صلى الله عليه وسلم إذا دخل الع� �ر أحيا الليل وأيقظ أهله وشد مئزره ( رواه البخاري ومسلم) رسول الله صلى الله عليه وسلم به چي کله د روژې د پای لس ورځی را داخلي شوې شپه به یې رڼوله او د کوروال به یې هم د شپې د لمانځه لپاره راپاڅول او خپل لنګ به یې ټېنګ وتړلو . ۶- هڅه وکړه چي په همدغه میاشت کي عمره ادا کړې ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې :  العمرة في رمضان تعدل حجة معي (رواه البخاري ومس� �م) په رمضان کي عمره کول له هغه حج سره په ثواب کي برابره ده چي څوک یې له ماسره ادا کړي  . ۷- په وروستیو لسېزو کي اعتکاف کول سنت دی  : كان رسول الله صلى الله عليه وسلم يعتكف في العشر الأواخر من رمضان (رواه البخاري)  د بخاري روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم به د رمضان په وروستیو لسېزو کي اعتکاف كولو. ۸-  روژه لرونکیو کسانو ته  د روژه ماتی ورکول د روژه لرونکي اجر لري رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې: من فطر صائماً كان له مثل أجره غير أنه لا ينقص من أجر الصائم شيئا ( رواه ا� �ترمذي وقال حسن صحيح) . چاچي روژه دار ته روژه ماتی ورکړ دومره اضافي اجر یې دی لکه د هغه روژه دار بې � �ه دې چي د هغه روژه دار له اجر څخه څه کم شي . ۹- د قرآن کریم تلاوت کول ځکه چي  رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې: اقرؤوا القرآن فإنه يأتي يوم القيامة شفيعاً لأصح ابه ( رواه مسلم) د قرآنکریم تلاوت کوۍ ځکه چي هغه به د � �یامت په ورځ د خپلو ملګرو(تلاوت کونکیو) شفاعت کوي . ۱۰-  که مو قرآنکریم زده نه وي نوپه خپله هم قرآن کریم زده کړۍ او نوروته یې هم وښایاست ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : خیرکم من تعلم القرآن وعلمه (رواه البخاري) په تاسو کي غوره هغه څوک دی چي هم پخپله قرآنکریم زده کړي او هم یې نورو ته ور وښیې . ۱۱-  هروخت الله تعالی په یاد ساتل  ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې: ألا أنبئكم بخير أعمالكم ، وأزكاها عند مليككم ، وأرفعها في درجاتكم ، و خير لكم من إنفاق الذهب والفضة ، وخير لكم من أن تلقوا عدوكم فتضربوا أعناقهم ويضربوا أعناقكم ؟ قالوا بلى ، قال : ذِكْرُ الله تعالى (رواه الترمذي) آیا هغه عمل تاسوته در وښیم چي هغه ستاسو په عملونو کي تر ټولو غوره عمل او ستا پروردګار ته تر هرڅه صاف سوتره ښکارېږي ، او تر ټولو عملونو یې درجه لوړه ده ،  اود الله تعالی په لار کي د سرو او سپېنو زرو تر خرچ کولو غوره دی ، او تر دې هم غوره دی چي له دښمن سره مخامخ جنګېږۍ تاسو دهغوی غاړي وهۍ او هغوی ستاسو غاړي غوڅوي ؟ صحابه وو عرض وکړ :  هو ؛ یارسول الله ؛ رسول الله صلى الله عليه وسلم و فرمایل : هر وخت د الله تعالی ذکرکول  (په یاد ساتل ) . ۱۲- له الله تعالی ځخه د ګناهونو بښنه غوښتل (استغفار) ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : من لزم الاستغفار جعل الله له من كل هم فرجاً ، ومن كل ضيق مخرجاً ورزقه من حيث لا يحتسب ( رواه أبو داود والنسائي) چاچي له الله تعالی ځخه د خپلو ګناهونو بښنه غوښتل خپل عادت وګرځولو ال� �ه به له هرغم او مصېبت څخه خلاصون ورکړي  او له هري تنګي څخه به د وتلو لاره ورکړي او په داسي شکل به رزق ور پراخ کړي چي په خیال کي به یې هم نه ورګرزي . ۱۳- هر وخت تازه اودس کول او په اوداسه اوسېدل ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : من توضأ فأحسن الوضوء ، خرجت خطاياه من جسده حتى تخرج من تحت أظفاره (رواه مسلم) چاچي په ښه طریقه اودس وکړلو ګناهونه یې له ټول  بدن څخه وزي حتی چي تر څو یې له نوکانوڅخه و وزي  . ۱۴- مسواک وهل ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرم ایې : لولا أن أشق على أمتي لأمرتهم با� �سواك مع كل صلاة (رواه البخاري ومسلم) كه زه له دې څخه نه وېرېدلای چي ځما امت ته به مشکل جوړشي ما به هغوی ته د هرلمانځه لپاره د مسواک وهلو امر کړی وای . ۱۵-  له هر اوداسه څخه وروسته دوه رکعته نفل کول  ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : م ا ",د روژې مبارکه میاشت 4882,قدوسي سلېمانخیل," د ټولي او بشپړي ستایني وړ یواځي هغه پاک ذات دی چا چي په مونږ انسانانو دقلم غوندي دزدکړي غوره وسېله لورولي ده او د هغه په وسېله یې مونږ ته هغه څه راښوولي دي کوم چي مونږ بالفطرت په هغه نه پوهېدلو او د الله تعالی رحمتونه د وي د هغه په رېښتوني هغه استاځي چي په خپله یې په لېک اولوست نه پوهنه یوه الهي معجزه وه خو لومړی داعي وو چي د الله تعالی په حکم یې دپوهني لاس ته راوړل په هر نر او ښځه فرض ګرځولی دی او د هغه په ملګرو او د اسلام په علماوو او پوهانو چاچي دا الهي امانت او نبوي رسالت تر مونږ پوري بې له کم او کاست ځخه را رسولی دی . په دې کي څه شک نشته چي د الله تعالی ښېګڼي په بني نوع انسان باندي له اندازې څخه دومره زیاتي دي چي په شمېرنه کي نه � �اځي  الله تعالی فرمایې : ان تعدوا نعمة الله لاتحصوها. که تاسو د الله تعالی نعمتونه او پېرزویني ګڼۍ خو وبه یې نه ګڼلای شۍ . او د الله تعالی له همدغو نعمتونو ځخه یو هم د بیان او فصاحت هغه نعمت دی چي الله تعالی د انساني ټولني په ډېرو لږو افرادو پېرزو کړی دی ،  کوم چي انسان  ته د هغه څه په تعبیر باندي برلاسی ورکوي کوم چي د هغه په کوګل کي ناڅي اود هغه دزړه او دماغ په کوڅو کي چکري وهي . په همدغو انسانانو کي یوه ډله هغه څوک دي چي له دې نعمت څخه د حق د کلمې د اعلاء او د اسلام د مبین دین د چوپړ لپاره کار آخلي  الله تعالی د یې په هڅو کي برکت واچوي او لاسونه د یې تل تر تله روغ رمټ وي . بله ډله هغه څوک دي چي له دې نعمت څخه ناوړه ګټه آخلي خپل  نفس او شیطان غولولی وي او د هغوی دلیکنو نوره هیڅ ګټه نه وې یواځي ددې دین د بنیاد دورانولو لپاره یو کولنګ وي هغوی ته یواځي دومره ویلای شو چي الله تعالی مو هدایت او رهنمایې په برخه کړه . زمونږ دا یقین او باور دی چي د اسلام ډېوه به د قیامت تر ورځي پوري بله وي ځکه چي الله تعالی ددې دین د ساتني هوډ کړی دی فرمایې : انا نحن نزلنا الذکر وانا له � �حافظون . مونږ همدغه وعظ او نصېحت (قرآنکریم ) (زمکي ته) را ښکته کړی دی او مونږ به د هغه ساتنه کوو . خو دا زمونږ مسلمانانو رسالت او مکلفیت دی چي ددې دین لپاره به په هره سطحه چوپړ وهو اود الله تعا� �ی  راکړي نعمتونه به په همدغه د حق په لارکي استخداموو، ولي نه  چي اوس د انبیاوو سلسله قطع شوي د بشریت د رهنمایې او د الله تعالی لورته د بلني دنده مسلمانانو ته ور په غاړه شوي ده ځکه خو الله تعالی دې امت ته په ټولو امتونو غوره والی او برتري ورکړی ده قرآنکریم مسلم انانو ته خطاب کوي فرمایې : کنتم خیر امة أخرجت للناس تأمرون بالمعروف وتنهون عن المنکر وتؤمنون بالله .(آل عمران ( ۱۰۵) تاسو غوره امت ځکه یاست چي په نېکو کارونو د حکم کولو لپاره او له بدو کارونو ځخه د منع کولو لپاره دې نړۍ ته را اېستل شوي یاست او هم به په الله تعالی ایمان لرۍ . دا رسالت د ټول امت دی خو د کته ګوري په لحاظ د هغه چا مسئولیت تر ټولو زیات  دی چي الله تعالی ورته د علم او پوهني تر څنګ د فصاحت او بیان او د لیکني استعداد ورکړی دی  الله تعالی فرمایې : ولتکن منکم امة یدعون الی الخیر و یأمرون بالمعروف و ینهون عن المنکر اولئك هم المفلحون ٭(آل عمران ۱۱۰) ستاسو له مېنځ څخه د خامخا یوه داسي ډله وي چي هغوی د ښېرازۍ لورته بلنه ورکړي او په ښوکارونو امر وکړي او له بدوکارونوځخه (خلګ) � �اوګرزوي او همدغه کسان (په دنیا او آخرت کي) بریالي دي . مفسرین ددې آیت په تفسېر کي لیکي چی په دې آیت کي مخاطبه ډله علماء او پوهان دي . زمادا لیکنه د بیان او فصاحت هغوشهسوارانو ته ده څوک چي د صحافت او خبریالي او یا په اصطلاح د ژورنالېزم په ډګر کي کار کوي او د خپل ژوند خوږې شپې رڼوي تر څو نړۍ ته هغه رسالت ورسوي کوم چي هغوی ته د خپلي دندي په اساس ور په غاړه ده ، په چاچي الله تعالی دا نعمت لورولی دی او په دې ډګر کی یې په نښه شوی مهارت او د شهرت مقام تر لاسه کړی دی ، هغوی ته زما دا کرښی  د هغي م یني او وفا زېږنده دي کومه چي زه یې له هغوی سره لرم ، هغوی که خپل قلم د اېمان په رڼا کي د شرعي موازینو په نظر کي له نېولوسره روغ  وچلوي نو زه په ټېنګ باورسره ویلای شم چي اجر اوثواب به یې تر هغو مرابطینو او د اسلام له سپاهیانو څخه کم نه وي څوک چي تل د اسلام په محاذ جنګېږي او د اسلام د بندرونو ساتنه کوي دا ځکه چي د نظامي سنګرترڅنګ تبلیغاتي مورچه فعاله ساتل د بري د لاس ته راوړلو لپاره لازمي ده نو راځي چي څه ډول هغه رسالت چي مونږ ته د یوه مسلمان په صفت د صحافت په ډګر کي � �ا په غاړه ده سرته ورسوو په دې هکله خواله سره وکړو. نن ورځ صحافت او یاژورنالېزم د عمومي ذهنیت په جوړښت کي د پام وړ رول لوبوي او د لوستونکیو د خبرېدلوهغه مرجع جوړوي کوم چي هغوی د نړۍ له حا� �اتو ، روانو چارو او خبرونو څخه خبروي په دې اساس ژورنالېزم د نړۍ والو اوسېمه اېزو نوښتونو اساسي منبع ګڼلای � �و ، ځکه خو هغه ته د هغو لاسونو په اعتبار چي دا وسله کاروي یوه داسي وسله ویلای شوکه د امانتدارواو  وېښو انسانانو چې په صحیح مسیرکی  یې کاروي  په لاس کي وي د ځورېدلیو پرګنو د امیدونو او آرمانونو دتحقق کار ورڅخه آخېستل کېږي ، او که د بېباکه انسانانو لاسونوته ورلوېږي کېدای شي عمومي ذهنیت ګمراه ، حالات نور هم سره ګډوډ او اوضاع نوره هم کړکېجنه کړي او بالآخره پخپله د هغه هم غاړي غوڅي کړي . د ژورنالېزم د مسلک وروڼه هم ددې اسلامي امت د جسم د یوه اندام حیثیت لري په داسي حال کي چي ټول قومونه اوپرګنې د خپل راتلونکي د جوړولو لپاره په سیالۍ سره کار کوي هغوی ته په کار ده چي په لومړي قطارکي ودرېږي ، اود سیمي په سطحه دخپل اسلامي هېواد او مسلمان ملت او په نړیواله سطحه د ټول اسلامي امت د ګټو د خوندي ساتلو � �پاره لېڅي ور ونغاړي ، دا کار اخلاص ، بشپړ زیار او هڅواو مهارتونو ته اړتیالري ، همداراز هغوی باید په داسي ثابتو اخلاقي معیارونو سمبال وي چي هغوی له هر ډول انحراف او ښوهېدني څخه راوګرځوي ، هغوی ته په کارده چي د � �اپورتاژ او سیاسي څېړنو په تهیه کولو او خپرولو کي تر هرڅه د مخه د الله تعالی دمراقبت او څارني ټېنګ خیال وساتي . الله تعالی فرمایې : مایلفظ من قول الا لدیه رقیب عتید٭ هیڅ داسي یوه خبره د بنده له خولې څخه نه راوځي مګرله هغه سره دوه لېکونکي فرشتې دي چی  هر وخت ددې لپاره د تیارسۍ په حال کي وي چي هغه ثبت او ولیکي . مفسرین لیکي چي دوه ف� �شتې دورځي لخوا په هرانسان مکلف دي چي تر ماښامه د هغه ټول کړه وړه ثبتوي او دوه فرشتې د ماښام له خوا تر سهاره پوري موظف دي چي د هغه انسان اعمال او اقوال ثبت کړي، او هر سهار او ماښام د انسان دکړووړو راپورتاژ د الله تعالی حضور ته وړاندي کوي  . د ژور نالېزم په ډګر کي انحراف ډېر ژر په دې وجه ممکن دی چي په هغه باندي کوم سانسور او قیودات نشته، یواځیني قیودات هغه داخلي رقابت دی چي یو مسلم ان ژورنالېست یې دداخلي تقوا په اساس احساس کوي کوم چي دا احساس هغه د شیطان په لومو کي له ښکېل کېدلوڅخه راګ� �زوي  . زما پخپله په دې ډګر کي څومره زیاته پوهنه نشته خو هغه چا چي دا مسلک یې په منظم شکل لوستي وي هغه به ددې مسلک په اصولو او ضوابطو ضرور زیات خبروي خو دلته چي مونږ د کوم څه د لیکلو لپاره لېڅي رانغښتي دي هغه ځیني اسلامي مقررات دي چي باید په پام کي ونیول شي .  ترڅو خبره زیاته اوږده نه شي هغه څه چي زمونږ ددې بحث بنیادي مقصد دی هغه داچي یو مسلمان ژورنالېست ددې لپاره چي دا مقدسه وظېفه په  مطلوب شکل اداکړي او هغه رسالت چي هغه ته دده د مسلک (Proffession) په اساس ورپه غاړه ده س� �ته ورسوي څه باید وکړي ددې پوښتني د لنډځواب لپاره راځۍ دا لاندي ک� �ښی وګورو : ۱-  ترهرڅه د مخه باید هغه خبري منابع چي یو مسلمان ژورنالېست ورڅخه خبرونه لاس ته راوړي باید اخلاقاً پټ وساتي او د هغو تعهداتو پابند واوسي کوم چي دده او هغي منبع تر مېنځ ورباندي اتفاق شوی وي تر څو خبري منبع ته نقصان او ضرر و نه رسېږي ، ډېر داسي ژورنالېستان مو آورېد� �ي دي چي کله تر تحقیقاتو لاندي راشي هرڅه معلومات ورکوي خو د معلوماتو منابع نه ښیې همدا سي ژورنالېستانو ته ټولنه اړتیالري . دا ځکه چي د رازونو لوڅول د امانتداري خلاف کار دی او خیانت بلل کېږي الله تعالی فرمایې : والذین هم لأماناتهم و عهدهم راعون ٭(المؤمنون 8) او هغه کسان کامیابه او بریالي دي څوک چي د خپلو امانتونو او تعهداتو خیال او مراعات ساتي چي خیانت او بې وفایې نه په کي کوي .  بل دا چي د اسلامي شرېعت له مخي مونږ مکلف یود تعهداتو په ټینګه پابند واوسو . الله تعالی فرمایې : و أوفوا بالعهد ان العهد کان مسئولا ٭ (بني اسرائيل34) تفسېر : او تاسو په هغو تعهداتو وفا کوۍکوم چي له الله تعالی او د هغه له بندګانو سره  موکړي دي او په رېښتیا به د کړیوشویو تعهداتو په هکله پوښتنه کېږي . ۲- کوم معلومات چي لاس ته راوړې هغه په امانتداري سره په بشپړه توګه خپرندویه وسای� �و ته رسول دی، نه داچي دسیاسي مقاصدو لپاره په هغه کي د کمي او زیاتي لوبي وشي ، دا ځکه د اسلامي امت جوړښت د سالمي پوهوني او صحیح معلوماتو په اساس دی او روغه پوهونه هغه وخت امکان لري چي پوهوونکي یې په هغه څه کي چي � �ا نقلوي او وړاندي کوي د امانتداري خیال وساتي الله تعالی فرمایې : یا ایهاالذین امنوا لاتخونوا الله والرسول و تخونوا أماناتکم و أنتم تعلمون ٭ اې د ایمان خاوندانو تاسو له الله تعالی سره او د هغه له رسول سره خیانت مه کوۍ او مه په هغو امانتونو کي خیانت کوۍ چي تاسو یې یوبل ته وسپارۍ په داسي حال کي چي تاسو پوهېږۍ چي د امانت ساتل واجب دی . ۳- بل داچي موضوعاتو ته د خپلي پوهني له مخي او د اوضاع له په نظر کي نېولو سره د اهمیت په اساس د ړومبي توب ترتېب ورکړي او هغه نتایج په پام کي ونیسې چي ستا دوړاندي شویو معلوماتو په وجه د عمل په ډګر کي مېنځ ته راځي ځکه چي یو راپور چي خپور شوی نه وي مړ وي چي کله خپور شي عکس العملونه راپاروي چي ځیني یې هېوادوالو ، یاځیني شخصیتونو ، یا م� �سساتو ته او يا پخپله د راپور وړاندي کوونکي ته تاوان رسوي ، او یا دیوې عقېدې او مذهب سپکاوی په کي شوی وي . د راپور په وړاندي کولو کي باید د هغه ګټي او ضررونه په پام کي ونېول شي نه داچي د م سابقې په شکل چي څه د لاس ته راوړو او تر نورو د مخکي هغه وړاندي کړو ، مونږ دانه وایو چي له ژورنالېزم څخه د � �اس واخېستل شي بلکي زمونږ مقصد یواځي دادی چي د ژورنالېزم وظېفه باید د اسلامي اصولو او اخلاقي ارزښتونو په چوکاټ کي سرته ورسېږي . ۴- یوې وړې خبرې ته د غټي بڼه او غټي خبري ته د وړې بڼه ورنه کړل شي او حقایقو ته د مادي ګټو او یا ځان غوښتني په اساس  تغېر ورنه کړل شي ، بل داچي د ژورنالېست مسئولیت دی چي هره خبره تول کړي او لکه چي مو وویل د اهمیت په اساس ورته مناسب حجم اوځای ورکړي ، د معلوماتو محتوا په پام کي ونېسي او د هغې په اساس مناسب سرلېک وټاکي ځکه چي ډېر مو لیدلي د ورځپاڼي په مخ وېروونکیه لویه سرخي وي خو چي کله د هغې سرخي تفصیلات وګورې دروغ به ښکاري او چي معلومات وکړې هېڅ به نه وي پېښ شوي آیا دا د عامه ‌ذهنیتونو ګمراه کول او د خلګو د جېبونو لوټول نه دی نو څه دی؟ ۵- بل داچي مونږ په یوه داسي عصر کي ژوند کوو چي حالات په کي کړکېجن او فتنې په کي زیاتي دي یو مسلمان ژورتالېست بایدپه داسي متشنجه اوضاع کي  تر هرڅه د مخه د ثبات او وېښتابه په فکر سمبال وې په دې پېړۍ کي چي جګړې او شخړي د نړۍ په سطحه زیاتي دي مسلمان ژورنالېست تر هرڅه ړومبي د هغو معلوماتو چي لاس ته یې راوړي باید د رېښتینوالي او دروغ پخلی وکړي نه داچي په څه خبر شوهغه سمدلاسه  نشر ته وسپاري ځکه چي الله تعالی فرمایې :  يا أيها الذين آمنوا إن جاءكم فاسق بنبأ فتبينوا أن تصيبوا قوما بجهالة فتصبحوا على ما فعلتم نادمين (الحجرات 6) تفسېر : اې د ایمان خاوندانو که تاسو ته یو فاسق سړی یوه خبره راوړي نو د صحت او دروغو په هکله یې پوره تحقیق او بشپړ معلومات کوۍ ثبات خپلوۍ او په فوري عکس العمل لاس مه پوري کوۍ ددې له وېري چي یوه � �وم ته به د غلطو معلوماتوپه وجه تاوان ورسوۍ او بیا به تاسوپه هغه څه چي کړي مو وی پښېمانه یاست  . کله خو د معلوماتو په وړاندي کولوکي تلېواره نه یواځی داچي د هغه ژورنالېست اجتماعي او ټولنېز حیثیت ته صدمه رسوي بلکه د هغه دېن او عقېدې او ملت ته هم یو ستر ګواښ متوجه کوي چي مسئولیت به یې په دنیا او آخرت کي د هغه په غاړه وي . ۶- د مسلمان ژورنالېست ټولي څېړني او سیاسي تحلیلونه باید د اسلام په اصولو بناء وي ، د هغه تنقېدونه باید د اصلاح لپاره وي، د هغه پرېکړي دشریعت او عقل په چوکاټ کي وي اوعاد� �انه وي ، نه داچي د احساساتو اوعواطفو په نتېجه کي وي ، ځکه چي احساساتي لیکني تر ګټي زیات نقصانونه رسوي ، هغه د اختلاف او تنقید په صورت کي د انانیت او تعصب لاره نه خپلوي بلکه تر هرڅه زیات ورته د حق او حقیقت پلوي ارزښت لري، لکه څرنګه چي له ځینو صحابه وو څخه روایت شوی دی : اقبل الحق ممن قاله وإن كان بغيضا ، و� �د الباطل على من قاله وإن كان حبيبا . حق دکه ستا ددښمن له خولې څخه وي هم منه یې او غلطه اوباطله خبره که ستا د دوست له خوا څخه هم وي خو مه یې منه . د مسلمانان ژورنالېست نظر لېري لګېږي هغه خونه په خطا باندي پټ خولی پاته کېږي او نه دغلطي خبري ملاتړ کوي بلکه تر وسه وسه پوري د غلطي د ازالې لپاره د حکمت لاره په هغه شکل خپلوي  چي نتېجه یې مثبته تسلي بښونکي او د ټولو په ګټه وي . ۷-  د مسلمان ژورنالېست سینه د هغه چا په وړاندي پراخه وي چي له ده سره د رای اختلاف اود نظر توپیر لري ، لطیف او نرم مزاج وي ، دځان او د مقابل لوري په مېنځ کي د نظرونو اختلافات  په  خپرندویه وسایلو کي ددښمنیو د څرګندولو لور ته نه بیایې مګر که یې پوخ یقین � �ي چي د مقابل لوري نظر یې غلط دی او په خپل باطل نظر باندي ټېنګ دی  او که پټه خوله پاته شي عمومي ذهنیت بېلاري کوي بیا چي یې خوښه وي هغه د حکمت لاره ورسره غوره کوي ترڅو خلګ پرې خبرشي او دهغه په باطل نظر ونه غولېږي . ۸- د مسلمان ژورنالېست ترهرڅه ړومبی فکر د مسلمانانو او اسلامي امت وي ، د هغوی ستونځي او مشکلات څېړي او دنړۍ خپرندویه وسایلوته یې په هغه شکل رسوي چي د نړۍ والي ټولني پام او همدردي د هغوی خواته ور واړوي، هغه که هرچېرته وي که په ختېځ کي وي او که په لوېدیځ کي او که په هره سطحه ژوندکوي خو د خپل اسلامي امت او مسلماني ټولني غم یې ملګری وي ،کله هم مادي ګټي ، ذاتي مصلحت ،  مقام او موقعیت  د هغه او دې فکر تر مېنځ خنډ نه پ� �ېوزي ، هغه که په لوېدېزه بې دینه چاپېریال کي هم وي خو د اسلام دښمنانو ته چک چکي نه وهی اونه دهغو لادینو افکا� �و او تبلیغاتوچي د اسلام د مورچلونو د سپاهیانو او سربازانو په ضد خپرېږي په وړاندي چوپه خوله پاته کېږي . ۹- مسلمان  ژورنالېست له اسلام سره دمیني په اساس د اسلام د علماوو ق� �باً اوقالباً احترام ساتي ،کله هم د اسلامي امت فقهي مراجعو(علماوو) ته په سپکه سترګه نه ګوري ، د هغوی په خ� �اف تبلیغات نه کوي او د هغوی ځیني اشتباه ګاني (که چېرته وي) له هغو څخه ددښمنانو د خوشاله کولو او د هغوی د سپکولو لپاره کار نه آخلي،هغه کله هم د علماوو اشتباه ګانو ته سترګي په لاره نه وي چي څه لاس ته راوړي ورته خوشاله وي په هغه په پوري مختاړونه او روستاړونه وتړي اود هغوی د توهین په منظوریې خپرندویه وسایلو ته و� �سوي، هغه په دې پوهېږي چي که علما دټولني په نظر کي منفور شي بیا یې څوک حقي خبري ته هم غوږ نه نیسي  اوکه علماء نه وي نو داساده لوحه مسلمانان به ډېر ژرداسلام ددښمنانو په جال کي ګېر کېږي چي پایلي به یې یوازي د اسلام ددښمنانو په ګټه وي ،هغه له ځان څخه مفتي  نه جوړوي ، حلال نه حراموي او حرام نه حلالوي ، او اسلامي نصوص  په خپله ګټه او د خپل غلط نظر د ملاتړ لپاره نه کاروي ، یوازینی فکر چي هغه تل مشغول ساتي په ټوله نړۍ کي د مسلمانانو مادي او روحي ستونځي وي  چي تل یې د حل دلارو د رااېستلو په سوچ  اوتکل کي وي . هغوی ته که د علماوو اشتباه ګاني په نظر ورشي کولای شي له علماوو سره کېني که د هغوی کومي اشتباه ګاني وي هغو ته یې متوجه کړي او که په خپله دی په اشتباه کي وي ویې مني ځکه چي غالباً یو څوک دا سي فکر کوي چي حق دده په خوا کي ده خو د مناقشې په صورت کي ورته ثابته شي چي حق له مقابل لوري سره ده او انسان ضرور تېروزي خو چي په خپله تېروتنه پښېمانه شي هغه د الله تعالی ډېر خوښ دی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: کل ابن آدم خطاؤون وخير الخطائين التوابون . له هر بني آدم څخه خطاګاني پېښېږي خوښه خطاکار هغه څوک دی چي په خپله خطا اقرار وکړي پښېمانه شي اوبیا یې خواته ورونه ګرزي . د علماء دین سپکه غوښتنه د یوه عادي مسلمان په خویونو کي نه وي یو ژورنالېست خو لا په خپل ځای دی ځکه چي هغه خو وېښ او په عالی اخلاقو متصف وي . ۱۰- د لوېدیز خپرندویه وسایل د اسلام په خلاف ناوړه تبلیغات کوي ، هغوی زمونږ دین د وحشت په څېره کي نړۍ والوته ور پېژني ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارک شخصیت په خلاف د ژو� �نالیزم د آزادي تر پرده لاندي د ناوړو جرایمو ارتکاب کېږي ، په داسي حساسو شېبو کي د یوه مسلمان ژورنالېست دنده ده چي هغه د اسلام ددفاع په مورچه کي تل وېښ واوسي او دداسي جرایمو په وړاندي پټه خوله پاته نشي ، د هغوی بېځایه تورونو ته ځوابونه ووایې ،هغه وظیفه لري چي د اسلام روښانه او ځلانده څېره نړۍ والوته ښکاره کړي ، هغه د ژورنالېزم په نړۍ کي داسلام سفېر ګڼل کېږي او اسلامي امت ور څخه د خپل رسالت په ښه طریقه سرته رسول غواړي .   ۱۱- مسلمان ژورنالېست  د وخت د حاکمانو او مسئولینو تر اغېزې او فشار لاندي نه راځي ،هغه د حقایقو په وړاندي کولو کي له چا څخه نه وېرېږي ، دا ځکه چي د ح� �ایقو وړاندي کول او خلګ ورباندي خبرول د هغه د مقدسي دندي برخه ده ،د ټولني اواسلامي امت مادي او معنوي ګټي تر څه ورته زیات ارزښت  لري ، که د وخت په حکومت کي هرڅومره د عزت مقام ولري خو دمقام ساتنه یې له حق ویلو او خپرولو څخه نه راګرزوي ، داځکه چي هغه په دې ایمان لري چي د انسانیت نېکمرغي او عزت په اسلام کي ده . عمربن الخطاب د اسلام دوهم خلیفه رضي الله تعالی عنه فرمایې : کنا أذل قوم ف� �عزنا الله بالاسلام فمهما ابتغینا العزة في غیره أذلنا الله . مونږ یوخوار او ذلیل قوم وو خو الله تعالی د اسلام په برکت د عزت مقام ته ورسولو اوس که مونږ بېرته خپل عزت په بل څه کي لټوو الله تعالی به مو بېرته ذلیل  او سپک کړي . خو که پوه شي چي د هغه په دې خبرو فتنه برپا کېږي او تر ګټي یې ضرر زیات دی بیا د بله حکیمانه لاره غوره کړي فتنه جوړول او فساد خپرول د عادي مسلمان کارنه وي ژورنالېست خو لا په خپل ځای دی . ۱۲- مسلمان ژور نالېست باید د تقوی خاوند وی او په خپل هرڅه کي الله تعالی خپل نګران وګڼي او ژورنالېزم یو ه اقتصادي ذریعه او د دخل وسېله او دشهرت آله ونه بولي بلکه هغه یو ستر مسئوليت او دروند باراحساس کړي چي د هغه په غاړه پروت دی اوکه یې نیت په کي د الله تعالی رضا او د اسلام او مسلمانانو خدمت وي  یو ستر عبادت دی چي د الله تعالی په نزد به ستر اجرونه ولري  . ۱۳-  په اخېر کي به داهم زیاته کړم چي یومسلمان ژورنالېست په خپل مهارت کي دپوهني تر څنګ باید د اسلام پوهنه هم ولري هغه په اسلام او د هغه په اجتماعي نظام کي بشپړه مطالعه وکړي ځانته یو اسلامي کتابتون ولري چي د اړتیا په صورت کي ورته مراجعه وکړي اسلام یو ډېر دخوند دین دی هغه یو سپېڅلی اجتماعي نظام لري خو د خواشیني ځای دا دی چي زمونږ څېړني د هغه په هکله دصفر په نقطه کي دي .نور به خپلي چاري په الله تعالی سپارو هغه د هرڅه واکمن او په هرچا برلاسی دی او په � �اندي شعر چي په عربي ژبه کي دی دا مقال پای ته رسوم . وما من كاتب إ� �اسيفني............................................................. ويبقي الدهر ما كتبت يداه  فلا تكتب بكفك غير شيء ............................................................. يسرك في القيامة أن تراه هر � �ېکونکی به ضرور له دې فاني نړۍ څخه سترګي پټوي او د زمانې په لوحه به یې د لاس لېکني تل پاته وي نو په خپل لاس یواځي هغه څه لیکه چي غواړې د قیامت په ورځ یې په لیدلو خوشاله شې او سترګي د ورباندي یخي شي . ",ژورنالیزم یا داسلام تبلیغاتي مورچل 4883,قدوسي سلیمانخېل," دوه شپې دي چي مسلمان یې تل په فکر کي وي، یوه هغه شپه ده چي په سکون او اطمینان سره یې یو انسان د خپل اولاد په څنګ کي تېره کړي هغوی ده ته اودی هغوی ته خاندي او په اخېر کي بې له کومي پرېشاني په خپل پالنګ کي په خواږه خوب وېده � �ي،  بله هم هغه ور پسې شپه ده چي انسان له خپل اولاد ، مور او پلار ،  قریبانو او دوستانو څخه بېل شي  په وحشت اوتنهایې کې یې د لومړي ځل لپاره په هغه ځای کي تېروي  چي هلته نه خندا، نه استراحت  اونه خوب وي ، هغه د قبر لومړۍ شپه ده ؛ آیا تا کله هم د همدغه وحشتناکي شپې تصور کړی دی ؟ دا هغه شپه ده چي د هغې له وېري پیغمبرانو ، صحابه کرامو د سلف صا� �حینوعلماوو ژړلي دي ، حکماء او پوهان یې وار خطا کړي دي ، شاع� �انو یې په وېر کي شعرونه ویلي دي او زیات تصنیفات په کي جوړ شوي دي، د قبر اوله � �په؛ هغه شپه ده چي تش تصور یې هر څه هېروي ، انسان په فکرونو او سوچونو کي لاهوکوي ، او دژوند خوږې � �ېبې ترخې کوي، د انسان ژوند که هرڅومره اوږد شي خو همدغه ترخه شپه چي ورپسې وي په یوه شپه نه ارزي ، کاشکې د قبر یوه شپه وای خو د زهرو یو غوړپ وو تېر کړی به مو وای خو نوري شپې یې هم د لومړۍ شپې په شان دي نو لویه خدایه دا به څرنګه شپې وي، قبر یعني څه؛ هغه خاورین ټاټوبی ، هغه تنګ ځای ، هغه تیاره غا� �  چي لوڅ وي د انسان ورڅخه کرکه شي ، كه پټ شي او انسان په کي ایسار کړل شي څه حالت به یې وي ، که یو څوک په کي خوښ رضا کړل شي  ترخپل ټول جایداد او ملکیت ، هستي او دارایې به تېر شي خو دا ځای به قبول نکړي نومجبور انسان څه وکړي همدا یې مقدر دی, قبر هغه ډېران دی چي هلته که ته هر څومره په ځور وې ، که هرڅومره په عذاب کي وې خو ستا فریاد څوک نه آورې ، دوستان او ملګري به دنه وي چي مرسته یې تر لاسه کړې ، او� �ادونه او مېرمن به د نه وي چي تا ته ډاډېینه در کړي ، مور او پلار به د نه وي چي زړونه یې در باندي و خوږېږي ، نه سکون شته نه خندا شتــه شومـــه بېل  د خوب له ځایه نه خپـــلوان شتــه نه م� �ګري تـه مي مـل شې لــویـه خدایه دا د قــــبـر ړومبـــۍ شپـــــه ده د وحشت تــرخــه شېـبـــه ده هره خــوا تـــوره تیـ� �ـــاره ده  تــــــرږمۍ ده ســـر تـــر پــــــایـه کاشکې د غه یوه شپــه وای که تـرخــه وای که خوږه وای دا د نـــوي ژونـــد آغـــاز دی خــدایه چل یـې راتــه ښـایـــه نه پوهېږم چي څه وکړم  په دې تنګ ځای کي به څـه کړم د عمــل نـــــړۍ شـــوه پـــاتـــه  اې وحـــشــ� �تـــه راتــــه وایـــه چــي هــمــدا تیاره رڼــــاکــړم دغـــه تـــوره شپـه سبــا کـړم دا وحشت پـــه یـــوه خـــوا کـــړم مـا زړې نـــړۍ تـــه بیایــه الله تعالی فرمایې : حتى إذا جآء أحدهم الموت قال ربِ ارجعون.. لعلّي أعمل صالحا في م اتركت... كلا إنّها كلمة هو قائلها.. ومن ورآئهم برزخ إلى يوم يبعثون . کله چي له هغوی (انسانانو) څ خه یوه ته مرګی راشي نووایې اې پروردګاره ما بېرته د عمل دنیا ته وګرزوه ښایې چي هلته هغه نېک عملونه وکړم کوم چي ماپرې ایښي وو ، نه هیڅکله نه ، دایواځي د خولې خبره ده (نه خو دوی بېرته دنیا ته تللی شي او که ولاړ هم شي نوهغه نېک عملونه نه کوي چي اوس يې آرمان کوې او دا یې بې وخته او بې ځایه تمنا ده) او شاته یې د برزخ نړۍ ده د پاڅون (حشر) تر ورځي پوري . آیا مونږ کله هم دا تصور کړی دی  چي کله مونږ د بېرته تګ غوښتنه وکړو او راته وویل شي ؟ : نه نه هېڅکله بېرته نشې تللای ؛؛؛؛ اوس  د هم دغه وحشت ته پام شو؟  اوس توبه ګار شوې ؟  اوس په کړیو ګناهونو پښېمانه شوې ؟  اوس د نېکو عملونو په آرمان شوې ؟ اې د قبر په وحشت کی را اېسار شوي انسانه ؛ چي مساجدو ته دشا وه او لمونځ د نه پېژندلو، چي له قرآنکریم څخه د مخ اړولی وو، چي د الله تعالی اوامرو ته د څټ ور ګرزولی وو، چي د ګناهونو په وړاندي  الله تعالی درته دېوالونه درولي وو ته د خپل نفس د خوشا� �ه کولو لپاره په هماغه دېوالونو ور اوښتلې، کومي لوبي نه وې چي تا په خپل ژوند ونکړې؟ آیا مونږ ته یواځی د خوب ، خوراک  اوڅښاک لپاره پیدا کړی وې ، آیا مونږ ته ددې لپاره پیدا کړی وې چي د الله تعالی بندګان په خپلو کورونو کي ناکراره کړه ؟ تاته نه وو م علوم چي ته په ابتداء کي یو مردار څاڅکي وې او اوس مړزګه شوي آیا مونږ تا ته د انسانیت شرف ددې لپاره درکړ چي نورو انسانانو ته د څارویو په سترګه ګوره او د هغوی په عزت او مال لوبي کوه؟ هغه ته نه وې چي له نصېحت څخه به تنګېدلې او ځما بندګي د پرې ایښي وه او د خپل نفس د غوښتنو بنده شوی وې ؟ آیا تاته نه وه معلومه چي په همدغه ورځ به ته د ژوند د هري شېبې ځواب ورکوې ؟ کوم دروند بار وو چي تا یې دوړلو توان نه درلودلو او مونږ ته و� �باندي مکلف ګرزولی وې ؟ آیا ته مونږ په دې مکلف کړی وې چي د مسلمانانو تر م ېنځ ډبری ټکوه او فساد جوړوه او که مو له هغه څخه منع کړی وې ؟ آیا تاته مونږ یو بشپړ د ژوندانه نظام نه وو درلېږلی ، ولي د خپل ژوند په هغه نه سمبالو� �و؟ آیا تا دا فکر کولو چي مونږ به ستا کړه وړه هېر کړو ؟ په همدغه تنګ ځای کي تا تل لېدل چي انسانان خښېدل تاد ځان په هکله دا فکر ولي نه کولو چي یوه ورځ به ته هم دلته راځې ؟ اوس توبه ګار شوې؟ آیامونږ تاته صحت من ژوند او ځواني نه وه در کړي ؟ آیا همدغه ژوند د چي تېر شولو د نېکو اعمالو د کولو لپاره یو غوره چانس نه وو؟  آیا ته نه وې خبر چي مرې به او بیا بېرته دنیا ته تګ ن� �ته ؟ آیامونږ ته نه وې خبر کړی چي یوبل ژوند هم شته چي ابدي دی ؟ آیاتا ته پیغمبرانو دا دعوت نه وو رسولی چي دلته یواځي نېک عمل تاته غوره ژوند دربښلی شي ؟  آیا ته نه وې خبر چي د قبر اوله شپه او ورپسې نوري شپې یې ؛؛؛ له وحشت څخه ډکي دي؟ دلته تیارې دي د نېک عمل ډېوو ته به د ضرورت شي ؟ دلته تنهایې ده ښه ملګري ته  به د اړتیا شي ؟ د قبر اوله شپه او نوري شپې یې هم په همدې شکل دي؛؛؛ راشۍ چي لاندي قصه وګو� �و: کله چي حسن ابن الحسن د علي کرم الله تعالی وجهه لمسی په ځواني کي وفات شو ښځه او واړه ماشومان یې پاته شول،  د اسلام مورخین لیکي : هغه یې � �برستان ته انتقال کړلو خوښځه یې دومره ډېره غمجنه شوه چي یو الله تعالی ته به معلوم وي  ، علیة نومېدله ، خپل واړه ماشومان یې ورسره په مخه کړلو او د قبر له پاسه یې خیمه ورباندي ودرو� �ه  ، (که شرعا دا کار جواز نلري خو مورخینو لیکلي دي او زه یې هم دعبرت لپاره رانقل کوم) او قسم یې وکړ چي تر یوه کاله پوري به دا او ماشومان  ور باندي  د قبر له پاسه ژاړي ، په ویر او ژړا او پرله پسې غم چي کله کال پوره شو د خېمې م� �اندي یې خلاص کړل خېمه یې وتړله او چي کله د شپې له خوا له خپلو ماشومانو سره بېرته روانېدله په واپسی کي غیبي � �واز دوه ځلي وچت شو چي : آیا هغه خپله ورکه یې وموندله ؟ آیا هغه خپله ورکه یې وموندله ؟ د بل طرف ځخه په ځواب کي غیبي هاتف ورته وویل : نه ، مایوسه شول او بېرته واپس ځي ، ورکه لاس ته نه ورغله  ، هغوي ته په ټول کال کي ددې دوم ره ژړاګانو او فریادونو سره سره هغه مهربانه  پلار (حسن) چي کله به یې هم هغوی ژړا ته نه پرېښودل یو ځل هم را ونه ووت . په ټول کال کي یې د یوې لمحې لپاره هم له قبر څخه سر راپورته نکړ چي د خپلي مېرمني اوښکي وچي کړي، خپل ماشومان یو ځلي ښکل کړي . د مرګ استاځی ؛ دمرګ استاځى له چا څخه اجازه نه غواړي هغه ته پاچا او ګدا ، امیر او فقیر ، ځوان او بوډا بې تفاوته دي، دچا مراعات نه کوي ، دچا کورني مجبوریتونه په پام کي نه نیسي ، چي زړه یې وي هغه رانیسي ، چي وغواړي هغه تر ستوني نیسي او وخت یې هم معلوم نه دی چي کله او چېرته به وي ؟ د مرګ استاځی پاچا هان له قصرونو څخه راباسي ، فقیران � �ه جونګړو څخه ، تنکي ماشومان د مېندو له غېږي څخه ، هغه ځوانان چي نوی ودونه یې کړي وي له پالنګونو څخه ، رنځوران له روغتونونو څخه  . د هغه په چا زړه نه سوځي ،هغه د چا پروا نلري  هغه تل توره په لاس کي په بېرحمي د هرچا غاړي غوڅوي . دا الهي سنت دی ، اومرګ یو حقیقت دی  . دقبر اوله شپه ، راځۍ چي  د ژوند په دغه پاته لمحوکي د قبر د اولي شپې د تیارو د رڼاکولو لپاره یو شمعه ولګوو ، په دکانونو او د کاروبار په ځایونو او په خپلو کورونوکي خومو د دنیوي کاروبار او د ژوند د� �ذت لپاره د زیات وولټېج قېمتي ګروپونه لګولي وي، که د نېکونو عملونو یو ه شمعه په همدغه تنګ غار کي چي تکه توره ترږمۍ به وي ولګوو آیا ښه به نه وي ؟ تاسو ته وایم ؛ هلته چي نه ملګري نه خپلوان او نه دوستان شته  یواځینی ملګری چي زمونږ به ور ته سخته اړتیا وي هغه نېک عمل دی ولي په ژوند د همدغه ملګري تلاش نه کوو ؟ د لمانځه اوداسه ، نف� �ونواو روژو شمعي چي مو په لاس کي دي او د الله تعالی په رحمت  مو یوازي د هغو اسره ده ولي یې بېرته په غیبت ، حسد ، نمیمت ، بې حیایې ، غلا او درواغ ویلو له لاسه باسو آیا مونږ په دې نه پوهېږو او کله به پوهېږو . عمر بن عبد العزیز (رض) د اموي پاچاهانو د کورنۍ یو شهزاده وو، ورېښمیني جامی به یې اغوستلې ، او په یوه ورځ کي به یې څوڅو ځلي بدلولې ، سره او سپین او غلامان هرڅه و� �ته ډېروو، چي کوم خواړه به یې زړه غوښتلوهغه ورته رسېدل او خوړل به یې ، قسم قسم د خوراک ځایونه ، قصرونه او د تفریح ځایونه او هرڅه ورته پرېمانه وو، کله چي خلافت ورته وسپارل شو او داسلامي امت پاچا شو له دې هرڅه یې لاس واخېستلو ، ځکه چي د قبر اوله شپه ور په یاد شوه، د جمعې په ورځ منبر ته وخوت ،  امت ورسره بیعت کولو  ، وزیران ،علماء ، عسکري جنرالان ،  ادېبان اوشاعران یې په خوا کي ولاړ وو،  سخت یې وژړل او ویې ویل  : خپل بیعت بېرته واخلۍ زه پاچاهي نه کوم ، خو خلګو ټېنګار وکړ چي له تا څخه بغیر بل څوک نه غواړو ، بیعت یې قبول کړ، یوه هفته وروسته نارتار وچ او ډنګرشو ، کمزوری شولو، او رنګ یې تغیر وموندلو ، له مېرمني یې چا پوښتنه وکړه چي عمر ولي داسي  تغیرشولو ؟ هغې ورته وویل : ټوله � �په بې خوبه وي او چي کله بستر ته ولاړ شي نو نا آرامه وي لکه په سکروټو چي پروت وي او وایې چي آه د محمدصلی الله علیه وسلم  د امت پېټی مي په اوږو بار دی او الله تعالی به د قیامت په ورځ د بېوزله فقیر او مسکین ، دماشوم او کونډی پوښتنه راڅخه کوي . یوعالم ابن زیاد ورڅخه پوښتنه کوي چي اې عم� �؛ ته خو د خلافت تر اخېستلو مخکي په ډېرښه صحت او حالت کي وې  څه شوي دي چي داسي د حالت بدل شو ؟ هغه سخت وژړل او بیا یې ورته وویل چي اې ابن زیاده؛ که د په قبر کي د� �ې ورځی وروسته ولیدلم ځما به څه حالت وي؟ کله چي جامې را څخه واېستلي شي ، او په خاورو څملولی شم ، او له خپلوانو څخه بېل شم او ملګري پرېږدم . په قبر کي چي مي درېیمه ورځ وویني تر دې به مي  حالت ډېر درته وېروونکي ښکاره شي . الله تعالی د زمونږ عملونه نېک کړي . که تـــــه زر کاله زنـــــده یې  پــه هــرڅــــه کي آسـوده یــې که د بـــدو پـــه دنــــده یې نــو ژونـــدون د وو بـــې ځایـــه کـــه هــــر څــو لــ� �رې قصــــرونـــه سر مـایې او دولتــونـــه خـــونـــد د واخلې لـــه ژونـدونـــه او تر هـرچـا یې بـــډایه که د غــــم لېــــــدلی نـــــه وي یـــــا درنــځ ګالــلی نــــه وي پـــه هرځای کي د شهـــ� �ـرت وي ټــول د پېژني له ورایــه داژوندون  به هسي تېـــرشي او دا هرڅــه بــــه د هېر� �ي چي د قبــــر شپه د راشي بیـــا بــــه څـــه کړې خـــود نمایه عثمان بن عفان رضي ال� �ه تعالی عنه د مسلمانانو درېیم خلیفه چي کله به په یوه جنازه کي شرېک شولو دومره به یې وژړل چي بېهوښه به شولو او په هماغه جنازه کي به یې کورته وړلو چي کله به را په هوښ شولو پوښتنه به ورڅخه وشوه چي څه تکلیف درته ورسېدلو ؟ هغه به وفرمایل : چي له رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم څخه مي آورېدلي دي چي هغه به تل داسي فرمایل : قبر د آخرت له مېلو څخه لومړۍ مېله ده که په همدغه منزل کي بنده نجات پیداکړ نو نېکمرغه او کامیابه شولو او که دلته تاواني شولو نو العیاذ بالله ټول آخرت یې  له لاسه ووت . نواې د الله تعا� �ی بندګانو ؛ د همدغه مېلي لپاره مو کوم ډېکوراو مېلمستیا برابره کړي ده ؟ یاخوپاتـه ژونـــد عبرت کـړه دغــــه مــېله د جــنت کــړه چـي الله درنـــه راضي شي نعمتــونه یې ټـــول ستایــــه یـــاورځـــه پـــه ګـ� �ړنګــونــو د آخـــــرت پــــه دوژخـــونــــو بیـابــه هلتــه ارمان وکړې دلتــه هرڅــــه کړه خود� �ایـــــه تېـــرېـــدلـم پـــه قبـــرونــــو ورتـــــــه ومـــي ویـــل وروڼـــو پــاچــاهـ� �ان چېـــرته پــراتـه دي فــرق یې نشي له ګدایــه (قدوسي) داسي بـــه تـــه یې نـــن که هـرڅــو آراسته یې له قبــــــــرونـــــو آواز راغی دلتـــــه ستونزي دي بېپـــایــه قبرستان او هدېره د ژوندو په نظر کي؛ چېرته چي د حاکم او محکوم ، بادار او غ� �ام فرق نه کېږي ،  هلته چي بادشاه او ګدا په یوه خاورېن بستر پراته دي،  هلته چي یواځي د خاورو کوړي پرتې دي او چا ته پته ن� �ته چي لاندي څوک دي او څه ورباندي تېرېږي ، هلته چي په لېدلو یې ژوندي انسان ته کرکه ور لوېږي ، هلته چي معمولي تصور یې انسان له دې نړۍ څ خه بېلوي او یوه بېله نړۍ ورته ښکاروي، هغه نړۍ چي هلته هرڅوک د خپل عمل ثمره آخلي څوک ازلي در په دره او څوک په ابدي نعمتونو کي ډوب دي  ،  هغه  د آخرت ښار چي نندارې یې ددې ژوند هرڅه هېروي او د انسان زړه د ځان لوري ته ورکاږي ، نوراځۍ چی لږ تر � �ږه په هفته کي یو ځل دې ابدي ښارته راشو او د هغه بازار وګورو ،  د همدغه ابدي ښار په پټ بازار کي هغه لیلام شوي عبرتونه په وړیا بیه واخلو کوم چي په بل ځای کي نشته ،او داخروي تجارت هغه پتي او کامیابه مشورې تر لاسه کړوکوم چي زمونږ  همدا اوس ورته اشد ضرورت دی  ، راځۍ چي ورشوهم به خپلو مشرانو ته یوه ددعا تحفه یوسو کوم چي هغوی مونږ ته تل سترګي په لاره دي او هم به له نورو تر خاورو لاندی انسانانو سره خواله وکړو چي هغوی هم یو وخت زمونږ په شان په دې نړۍ کي ژوند کولو او اوس بېوسه په سپېرو خاورو کي پراته دي او دهغوی حال  وپوښتو. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : کنت نهیتکم عن عن زیارة القبور ، فزوروها، فانها تذکرکم الآخرة (رواه مسلم وأحمد واصحاب السنن) ماتاسو د قبرونو له لېدلو او ورتګ څخه منع کړي واست ، خو اوس ورځۍ ځکه چي هغه تاسو ته آخرت در په زړه کوي . دلته له تاسو سره د قبرد لومړۍ شپې خواله په همدې ځای په لاندي دوو عربي شعرونوسره پای ته رسوم : ولدتك أمك باكيا مستصرخا .........................................  والناس حولك يضحكون سرورا فاعمل لنفسك أن تكون � �ذا بكوا ........................................  في يوم موتك ضاحكا مسرورا ته چي کله هم خپلي مور زېږولې تا ژړلو او چیغي د وهلې او ستا په خواوشا کي خلګو خندلو او خوشالي یې کوله ، د ځان لپاره داسي نېک عملونه په دې ژوند کي وکړه چي کله مړ کېږي ته خاندې او خوشاله یې او په تا راچاپېره انسانان ستا په فراق او بې� �تون ژاړي او اوښکي تویوي . الله تعالی د زمونږ او زمونږ د دالدینواو زمونږ د خپلو خپلوانو اوټولومسلمانانو قبرونه د جنت باغچې وګرزوي هغه په هرڅه بر� �اسی ، زیات رحیم او مهربان ذات دی (آمېن) ",آه د قبر لومړۍ شپه 4884,," کابل کې پوليسو نن او پرون يوه ډله غله او ورانکار نيولي دي . د کابل د پوليسو مشر امان الله ګذر وايى په دريو نيول شوو غلو کې دوه تنه يې د ملى پوليسو اسناد لري او پخوايې د کابل له شهزاده سراى څخه ٧٠ زره ډالره غلا کړي وو. ده وويل ددغه ډلې د نورو کسانو د نيولو هڅې هم � �وانې دي . همداشان ده وويل چې د کابل ښار د پنځمې ناحيې د نيازبيک سيمه کې ٤ تنه شکمن ورانکار له چاوديدونکوو توکو سره يو ځاى نيول شوي دي . د نوموړى په وينا نيول شوي کسان له يوې ترهګرې ډلې سره تړاو لري . ",غله او ورانکار کابل کې نيول شوي دي 4885,," طالب وياند ډاكټر محمدحنيف بېنوا ويبپاڼي ته د ټلېفون پر كرښه وويل چي تېره شپه يې دننګرهار ولايت د خوګياڼيو ولسوالي په حسن خېلو سيمه كي د ايتلافي ځواكونوپر كاروان د ريموټ كنټرول بريد كړى دى چي له امله يې د نوموړي په وينا يو موټر بشپړ ويجاړ او پكښي سپا� �ه عسكر وژل شوي دي. خو د پيښي په اړه د ايتلاف وياند تر اوسه څه نه دي ويلي. ",په ننګرهار كي د ايتلاف پر كاروان بريد شوى 4886,,"   د اسوشيټیډ پریس خبري اژانس مشرانو ویلي چې امريكايي ځواكونو له پنځو مياشتو راهيسي د دغه اژانس عراقى کمره وال بلال ح سين پدې تور زنداني كړى دى چي ګواكي نا امنيو ته يې لاس غځولى وو. اسوشيټیډ پریس يا AP � �ژانس وایي پر بلال حسین باندې امریکایي ځواکونو یو تور هم نه دی ثابت كړی دوی وایي پر نوموړي باندي د امریکایي ځواکونو تور دا دی چې له یاغیانو سره یې تړوا درلود. د اژانس مشران وایي بلال حسین په ٢٠٠٤ كال کې له دوى سره د كمره وال او عكاس په توګه کار پیل کړی دى او د٢٠٠٦ کال د اپریل ترمیاشتې یعنې ترهغه وخته چې امریکایي ځواکونو زنداني کاوه نوموړى یوازې په مسلکي ژورنالستي کارونو بوخت وو. ",په عراق کې امریکایانو د اسوشيټیډپریس کمره وال نیولی 4887,," افغان وتلى عالم او پوه شخصيت ډاکتر اشرف غني احمدزى غواړي خپل ځان د ملګرو ملتونو د سرمنشى څوکى ته کانديد کړي . ٥٧ کلن افغان او نړيوال سياست پوه اشرف غنى چې د بيروت ، امريکا او نورو نړيوالو پوهنتونو څخه په نړيوالو ، انسان پيږندنې ، مالى او اقتصادي چارو کې د پام وړ لوړې زده کړې لري او د نړۍ د ماليې د وزيرانو غوره لقب يې خپل کړى، د هغو ٧ تنووتلو کسانو په لست کې � �اځي ، چې د ملګرو ملتو د مشرتوب څوکۍ ته يې ځانونه ورپيږندلى دي . له دغو کسانو څخه يوازې يو تن د اروپا او نور ټول د اسيا له وچې څخه دي.د ملګرو ملتونو د اوسني مشر کوفى حنان دنده د روان زيږديز کال تر پايه ختميږي او ټاکل شوې ده ددغه سازمان په ٦١ عمومى ناسته کې هم په دغه موضوع خبري وشي . ډاکتر اشرف غني هغه وتلى ، زړه سوانده عالم او منل شوي او پيږندل شوي نړيوال شخصيت دى ، چې کلونه کلونه يې د دنيا په مشهورو پوهنتونو، نړيوال بانک او نورو نړيوالو چاروکې دندې سرته رسولې دي . د بن له پريکړو وروسته د نوموړى پرله پسې هڅې او منډې وې ، چې د و� �ان اوويجاړ افغانستان او بې وزله افغان ولس له پاره يې د نړيوالې ټولنې پراخه قتصادي او مالي ژمنې تر لاسه کړې. ",د يو افغان وتلى شخصيت په هکله مو خبروو 4888,," د هلمند ولايت د پوليسو مشر جنرال نبى ملاخيل � �ه بينوا سره د نهر سراج په اړوند سيمه کې د طالبانو د يو ځايى قومندان ملا محمد اخند په گډون د ١٣ تنو طالب جنګياليو دوژل کيدو ادعا وکړه او زياته يې کړه، چې ٤ تنه نور ټپيان شوي دي . طالب وياند قاري يوسف د ملا خيل څ� �ګندونې دروغ ګڼي او وايى طالبان په دغه جګړه کې مرګ او ژوبله نه لري . ملاخيل وايى چې طالبان يې د ٢ ساعته جګړې په مهال وژلى اوپه سيمه کې د پوليسو تصفيوى عمليات د ځايىخلکو په غوښتنه ترسره شوي دي .نوموړى وايى پوليسو ته زيان نه دى رسيدلى .جګړه پرون شوې ده . ",دولت : هلمند کې ١٣ تنه طالبان وژل شوي 4889,,"   بینوا ویبپاڼې ته دایساف له لورې په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې نن سهار په نهو نیمو بجو په کندهار کې دغو ځواکونو ته په څو جلا چاودنو کې سخته مرگ ژوبله اوښتې دوی وایي په چاودنو کې ملکي وگړي هم ښکار شوي. دچاودنو ځای دمرگ ژوبلې شمیر او دپیښې انځور په خبرپاڼه کې ندی په ډاگه، په لاس راغلي جزئیات به وروسته خپاره شي. ",کندهار کې چاودنو ایساف ته مرگ ژوبله اړولې. 4890,,"   ولسمشر حامد کرزي دیوه فرمان له مخې یو باصلاحیته کمېسیون د لوړپوړو چارواکو د گمارلو په موخه ټاکلی چې د وزارتونو مرستیالان، والیان، د قضائیه قوې غړي، امنیه قومندانان او ولسوالان په خپل واک پردندو وگماري. د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د سرمنشي استازي ټام کونیکس يوې خبري ناستي ته وویل چې دى د دغه کمېسیون پر جوړېدو خوښ دی او یوناما له دغه کار څخه بشپړ ملاتړ کوي. نوموړي وویل د دغه راز کمېسیون د جوړېدو هيله د لندن په غونډه کې نړیوالې ټولنې د افغانستان له حکومت څخه کړي وه چې په ٦ میاشتو كي جوړ شي، په ١٢ میاشتو کې اعلان او په ٢٤ میاشتو کې بشپړ پلى � �ي. په دغه کمېسیون کې دبشري حقونو د کمېسیون څخه فریدحمیدي، د ولسمشر له لوري دوه تنه نوماند عنایت عنایت ال� �ه او محمد هاشم عصمت، دگډ څارډلې څخه مېرمن هما صبري او زکیم شاه د ټاکنو د پخواني گډ کمېسیون څخه د مش� �انو په توگه برخه لري. پخوا تر دې هم د اداري اصلاحاتو یو کمېسیون جوړ شوى وو، چې د کتونکو له خوا تل ت� �نیوکو لاندې وي او وايي چي ټاکنې په پیسو او واسطو کوي.   ",د لوړو څوکیو لپاره د گمارلو کمېسیون جوړ شو 4891,," د هغه ځانمرګي بريد له امله چې نن سهار ٩ نيمې بجې د کندهار دژړۍ ولسوالۍ د پشمول په سيمه کې په کاناډايى ځواکونو د يو بايسکل لرونکى له خوا ترسره شوي ، ٤ کاناډايى فوځيان مړه او ١٣ تنه نور ټپيان شوي دي . يوې باورې سرچينې په کندهار کې بينوا ته وويل په دغه ځانمرګي بريد کې ٢٥ تنه افغان ماشومان او تنکي ځوانان هم ټپيان شوي دي. په سيمه کې عينى شاهدان بيا د ٥٠ تنو م� �کى وګړو د ټپي کيدو خبره کوي ، چې ډيره يې ددوي په وينا ماشومان دي . ويل کيږي د قربانيانو شميره تر دې هم ډيره ده .بريد هغه مهال ترسره شو ، چې د ناټو يو شمير ځواکونو په سيمه کې افغان ماشومانو ته بسکويت او د مرستې يو شمير توکي ويشل . دغه مرستې ته ډير شمير افغان ماشومان او ملکي کسان راټول شوي وو.د ايساف يوې خپره شوې پاڼې له دې وړاندي يوازې دبريدونو پخلۍ کړي دي. په بريد کې ځانمرګۍ هم وژل شوي دي . طالب وياند قاري يوسف د بريدمسوليت منلۍ او وايى په بريد کې د ناټو ١٦ عسکر مړه او ټپيان شوي دي. ",د کندهارپه بريدکې ١٧کاناډايان مړه او ټپيان شوي 4892,," د افغانستان په شمال ختيځ د تخار ولايت کې د يو افغان سناتور او پخواني جهادي قو مندان قاضي عبدالکبير مرزبان له شخصي وسله تون څخه دايساف ځواکونو � �ير ه اندازه وسله او مهمات تر لاسه کړي دي . يو شمير سيمه ايز اوسيدونکى وايى ، چې يو اندازه وسله او مهمات د ايساف ځواکونو له ځان سره وړې او يو اندازه نوره يې بيا د وسله تون په يوه خونه کې مهرلاک کړې ده . په خپله قاضى عبد الکبير هم څه نه دي ويلى .ددغو وسلو رابرسيره کيدل د خلکو دا انګيرنه واقعيت ته نږدې کوي ، چې لا هم يو شم ير وسلې پخوانيو قومندانانو او جګړه مارانوله ځانو سره پټې ساتلي دي. ",ديوافغان سناتور له وسلتون څخه وسلې ترلاسه شوې 4893,," ", 4894,," د پاكستان د بلوچستان ايالت د چمن ماركيټ ته يوازي د افغانستان د سپين بولدك له سرحدي كرښي چې په لسګونو پيره دارخانې پرې ولاړي دې د څو دقيقو د پښو تګ لاره ده. دلته په زرګونو كسان هره ورځ له يوي بلي خوا ته تګ راتګ كوي. برقي وسايل لكه زړې او نوي ويډيوګاني،سيډي پلير، لپ ټاپ كمپيوټرونه ډيجيټل كامرې د نويو په پرتله خورا ا� �زانه پيدا كيږي. ډيري معاملې په كوچنيو خټينو هټيو كي تر سره كيږي. د دې دوكانونو پلورونكي هغه ځوانكي هلكان دي چې د پيرودونكو د ليدو پر مهال د سريښو په شان ورپوري نښلي او كه يي د دوكان تر مخ ودرېږې نو بيا د دې جوګه نه يې چي له بل ځايه د خپلي اړتيا وړ شيان وپېرې. په دې بازار كې د پېرودونكو په ډله كې زه هم وم ، خو ما نه غوښتل چي كوم شى وپېرم. كله چي دوكان ته ور ننوتم نو غوږونه مي د يوې لوړي ترانې مېلمانه شوه. د هټۍ په كونج كې مي يو غټ جاپانى سوني ټلوېزيون ته سترګي شوې. تاسو څه فكر كوۍ چي په دې ټلوېزيون كي به څه ليدل كېدل؟ هلته مي څو زلمي جنګيالي ترست� �ګو شول چي زما په ګمان د منځني ختيځ به وه، هغوى په سپكو وسلو سمبال وه او په هغه موټرو يې ډزي كولې چي دوى يي تر ګرد چاپېر را كړۍ شوي وو. خو د موټر بل اړخ ته څلور تنه په خټه عربي ځوانان ښكارېدل چي  امبولانس_امبولانس نارې يې وهلې. د هغوى يو ملګرى ټپي وو، چي د يوه په ځنګانه يې سر ايښى وو او زګيروى كاوه. څه ته ګورې!!؟ جهاد جهاد  وسله وسله دا د دوكان د ځوانكي څ ښتن غږ وو چي ماته يې خطاب وكړ. په نړۍ كي تر جهاد ښه څه شته ؟ زه خو وايم چي د كفارو تر وژني به نور څه په دې دنيا كي غوره نه وي! څه باندي يوه لسيزه مخكي دا سيمه د طالبانو د تحريك د جګړو د شا د ملاتړ اصلي مركز وو. دا په حقيقت كي هغه سيمه وه چي د طالبانو د واكمنۍ پر مهال د پلازمېني كابل د حكومت په لسګونو چلوونكي ت� �ېنه غوره شوي وو. خو په دي ورستيو څو كلو او بيا له تېر كال راهيسي د پاكستان حكومت د دوى په وينا د كانګرېټي هڅو د مرستو په بدل كي چي د نړيوال تروريزم په وړاندي يې له امريكا سره پيل كړي دي اوس غواړي ځان د افغانستان له لا� �ي د مركزي اسيا له هيوادونو سره ونښلوي. پاكستان په مليونونو ډالر د چمن او ګوادر ترمنځ د لاري په جوړولو، د اروګاډو د پټليو په غزولو ولګولې.  ځكه د ګوادر بندر يو له هغو سترو بندرونو څخه دى چي د پاكستان څه باندي ۲۵ فيصده خالص كورني عوايد برابروى. دلته په چمن كي د يو نوي ښار ګوټي ماستر پلان جوړ شوى او بيا دا پلان پلى شوى هم دى، ځكه كه دې سيمي ته راشې نو جګ پوړي سوداګريز ماركيټونه، زړه راښكونكي استوګن ځايونه او د چا په خبره د هري  بنګلې مخته به د كال ماډل ګاډي ووينې. او كه د پولي دا خوا افغان لوري ته ځير شې دلته بل څه تېرېږي، د حامد كرزي د بيا ودانولو د بهير نښي نښانې چي اوازې يې تر امريكې او ا� �وپا رسېدلي دي دلته نه ليدل كېږي. هماغه پخواني خړ كورونه  او سپېره روډونه دي چي تا ته هركلى وايي. د چمن ماركيټ ته نژدې يوه كلي ته په همدې ورځ د افغانستان له خاوري د يو ځوان جنازه راوړل � �وه. په سرحدي پوله كې د HIV/IDS  د كمپاين يو تن كا� �كونكي دا خبره راته په همدې هټۍ كي وكړه . له  هغه څخه مي وپوښتل چي دا ځوان څنګه مړ � �وى دى؟ هغه بېله دې چي له پوښتني سره سم ځواب راكړي بل څه يې راته شروع كړل. فيصل وايي كله چي موږ د چمن له يوه ك� �ي بل كلي ته ځو او سروې ګاني كوو  نو ځوانان بل هيڅ روزګار نه لري، يوازي په دې هيله دې چې افغانستان ته ولاړ شي او امريكايان ووژني. او همدا مړى به هم د همداسي يو ځوان وو چي د امريكايانو د وژني تمه به يې درلوده. فيصل وايي زموږ سروې ګاني په مياشت كي يو يا دوه ځله پيلېږي او كله چي مو پروګرام پاى ته و� �سېږي   بيا په فارغ وخت كې سا وكړو . خو زه بيا د وېش بازار ته راځم او دلته له دوستانو او ملګرو څخه يو_يو ښه سامان اخلم او د پولي هغي غاړي (افغانستان) ته يې وړم او بيا يې هلته په سمه بيه خرڅوم. له فيصل څخه مي و پوښتل كله چي ته د پاكستان له خاوري د افغانستان لوري ته اوړې په پوله دي څوك نه ځوروي؟ عجيب سړى مي وليدې!!! د پولي دا خوا او آه خوا څه لري ټول پښتانه دې د پښتنو تر منځ چا ويش كړ� �.!!!! دين مو يو دى! ټبر مو يو دى! خاوره مو يوه ده! د دكان د ټلوېزيون پردې ته مي نا څاپه پام شو دا ځل هغه ف� �م په پرده راغى چي په كال ۲۰۰۱ ميلادي كې د مزار ښار په كلاجنګي كې يې د كورنيو او بهرنيو طالبانو د وژني صحنې ښكاره كولې. د كلا جنګې د جګړې تصويرونه د هغې بې موسيقۍ ترانې مله وو چي د جګړي او جهاد ټكي پكي په وار_وار تكرارېد� �. په دې دوكان كي يو بل څه چې زما پام يې واړوه، هغه كوټه_كوټه پرتې چلېدلې سيډي ګاني وې چي د پلورونكي په وينا په عراق كې د امريكايي ځواكونو په وړاندي د كورنيو ځواكونو مقاومت  ښيي. هندي، پاړسي، تركي او پاكستاني سيډي ګاني  هم كه وغواړي پيدا كېږ ې. له دوكاندار څخه مي وپوښتل دا سيډي ګاني له كومه ځايه راځي. هغه ويل سيډي ګاني موږ له افغانستان څخه را وړو او بيا يې كاپي كوو او لېبل پرې وهو. د داسي سيډي ګانو د هرې يوې دانې بيه نيم امريكايي ډالر ته رسېږې. د HIV كمپاين كاركونكى فيصل چي مي تر دې شېبې څنګ ته ناست وو، خبرو ته ناببره را ګډ شو هغه وايل ملايان دې چي ځوانان له ټولني بيلوې او هغوى ته هومره تبليغ كوي چي يو وخت راشي بيا نو په همدې وخت كې د ځوانانو ماغزه د م� �ايانو په لاس كې وې. هغوى ته وايې چې لاسونه سره وركړى او د كفارو په وړاندې جهاد وكړئ او د پام وړ خبره خو دا ده چي د همدې جهاد لګښتونه بيا له بهرنيو هيوادونو څخه راځي. خو پوځي متقاعد جنرال حسين نياز  بيا دا نه مني. هغه په دې اړه چي ولي ځوانان له ټولني بېليږي او د ځينو ورانكارو ډلو منګولو ته لوېږي وايې: چي د دې كار اصلي لامل د نړۍ په كچه د امريكا پاليسي ده  هغه پاليسي چي د ښاغلي نياز په وينا جنرال پروېز مشرف  يى هم د ملاتړ ټټر وهلى دى. هغوى د تروريزم په وړاندي د جګري تر نامه لاندي په وزيرستان كي په سلګونو ځوانان ووژل او يا يي هم ژوندي امريكايانو ته په لاس و� �كړل. د جنرال نياز د دې خبري سپيناوى د پاكستان د كركټ لوبي  وتلي ستوري عمران خان هم آسيا ټايمز ورځپاڼي ته كړې ده. هغه هم په دې باور دى چي د پاكستان حكومت د وزيرستان د ځوانانو په وژلو كي لاس ل� �ي هغه استدلال كوې چي موږ خو يو امريكايي هم په وزيرستان كې نه دى ليدلى دا  ټول د پاكستان پوځيان دي چي د امريكايانو په دستور عمل كوې او هر څه چي وغواړي هغه كوى. خان وايي زه هم وزيرستانى يم ! او زه به هم د هغو وزيرستاني ځوانانو په پلونو پښې ږدم چي د پاكستان د امنيتي ځواك خلاف كار روايي كوي. تيلينګلي د هغه سړك نوم دى چې له كوټي تر چمنه غزېدلى او دواړو خواوو ته يي ولاړ ټيټ_ټيت دېوالونه هم داسي ښكاري چي نوي جوړ شوي دي. په دې دېوالونو په سيميزو  ژبو ليكني شوي . . . ملا عمر زموږ مشر دى!!! زموږ قاعد اسامه بن لادن دى!!! خداى دي دوى او د طالبانو ټول تحريك ته اوږد عمر و� �كړي. سيميز جهاد: د پوځي چارو افغان كارپوهان په دې باور دي چې د پاكستان او افغانستان تر منځ سرحدي سيمي د طالبانو د حكومت د پلويانو د روزني اصلي ځانګو بلل كېداى شي. هغوى وايي كه داخبره وكړي نو دوى به په خپل ګمان اشتباه نه وي كړې. ځكه كله چي په ۱۹۹۶ميلادي كال طالبانو د پلازمېني كابل ولكه تر لاسه كړه د هغوى يوازينۍ م لاتړي هغه مدرسې وې چې په همدې قبايلي سيمو كې يې افغان او پاكستاني طالبانو ته ايډيالوژيكي زدكړي وركو� �ې. او له همدې مدرسو بيا ځوانان له غورځنګ سره ډله_ډله يو ځاى كېدل. دا سيمه اوس هم له بې شمېرو طالبانو ډكه ده او مشري يې هم جميعت علما اسلام JUL  پاكستان كوي. دلته جميعت علما اسلام ډېر نفوذ لري. په اصل كې جميعت علما اسلام  دوه ښاخه لري، يو يې د مولانا سميع الحق او بل يې د پاكستان په پارلمان كې د اپوزيسيون ګوندونو د مشر مولانا فضل  الرحمان تر كنترول لاندي دي . خو دا دواړه ښاخونه په ۱۹۹۰ميلادي كال كې د طالبانو كليدي ملاتړي ډلي وى. كه څه هم  جميعت علما اسلام د پاكستان د اسلامي احزابو د ايتلاف متحده مجلس عمل (MMA)  په تشكيل كي يو ګوند دى خو مولانا سميع الحق  په زغرده  د پاكستان د ولسمشر جنرال پروېز مشرف  د حكومت په مخالفت  كي قرار لري. په داسي حال كې چې د جميعت علما اسلام د بل ښاخ مشر مولانا فضل الرحمان بيا د مشرف سره يو څه اړخ لګوي. د مشرف او فضل الرحمان تر منځ اړيكي دومره خوږې دي چې مشرف په دې وروستيو كي رحمان ته په شمالي وزيرستان كي د ټاكنو اجازه هم و� �كړه. كه څه هم دجميعت علما اسلام  دوه ښاخه په خپلو خوځښتونو كې څه نا څه توپير سره لري خو بيا هم دوى هغه كسان دي چي يوه موخه لري او هغه دا چي د ډيورنډ د كرښي دواړو لورو ته مجاهدين پياوړي كړي او په افغانستان كي يې د بهرنيو او كورنيو ځواكونو په وړاندي د لاسي بمونو په ډول وكاروي. د عمل لپاره غوښتنه: اوس لكه څنګه چې طالبانو خپلو جګړه ايزو خوځښتونو ته بېله يوه زماني قيد څخه بدلون وركړئ، د جم يعت علما اسلام  د مشرانو د هدف د چړې څوكه هم ډېره تېره شوې ده. دا ډله په � �وان حال كي له خپلو پلويانو د دې تمه هم لري چي په افغانستان كې خپل نوكان ښخ كړي او ځان ته د پله ځاى وموم ي. له افغانستان څخه په ورستيو راپورونو كي راغلي چې له تېرو څه باندي دريو مياشتو راهيسي تر ۱۲۵۰ تنو � �ېر د افغانستان د دولت مخالف جنګيالي، چي بهرني سرتيري او افغان ملي پوځيان او په لسګونو ملكي وګړي هم پكي شامل دي د طالبانو د مشر ملا عمر د اوښي په ګډون  د هيواد په ګوټ_ ګوټ كي وژل شوي دي. داسي آوازې هم تر غوږو كېږي چي تر ۳۰ زرو  ډېر بهرني ځواكونه به تر راتلونكو څو مياشتو د شمالي اتلانتيك تړون تر مشري لاندي خپل ماموريت د افغانستان په ځينو برخو كي پيل او ځينو نورو كي پراخ كړي. د ناټو  ملكي استازى حكمت چتين په افغانستان كي ماتي خوړل نه م ني. چيتن وايي: ناټو نه غواړي په افغانستان كي پاتي راشي او كه دا كار وشي افغانستان به زموږ په وړاندي په يو تروريست او د مخدره توكو په يو قاچاق كوونكي هيواد بدل شي. د طالبانو نوي هڅ ي: د افغانستان په ناكرار ولايت هلمند كي چي ويل كېږي تر بل هر ولايت پكي ډېر كوكنار كرل كېږي، محم د قسيم فاروقي چي ځان د طالبانو قوماندان بولي د لندن ټايمز ورځپاڼي ته په يوه مركه كي ويلي چي د ده پيغام د ب� �ېتانيا لومړي وزير توني بلير ته ورسوي. د پيغام متن: له ښاغلي بلير او نورو ټولو برېتانويانو غوښتنه كيږي چي خپل ځوانان هلمند ته را ونه لېږي كه نه نو موږ به يې ووژنو. ځيني خبرونه خو بيا دا هم وايي چي  له كويټي څخه د پاكستان په ملي اسمبلي كې د جميعت علما اسلام يو استازى مو� �انا نورمحمد چي د جميعت العلما اسلام د مولانا فضل الرحمان پلوى دى له خپلو مشرانو او پلويانو غوښتنه كړې چي د طالبانو ملاتړ وكړي  او د هيڅ ډول لګښت  غم دي نه كوي، ځكه د نوموړي په وينا دى ورسره دى. آسيا ټايمز ورځپاڼي د كويټي ښار په مركز كي له ۸۰ كلن مولانا نورمحمد څخه د طالبانو او د ده ترمنځ د اړيكو په اړه ځيني پوښتني كړې: پوښتنه: تاسو د طالبانو د پوره ملاتړ غوښتنه كړې څه فكر كوئ چي دا غوښتنه به د ګاونډيو  هيوادو په كورنيو چارو كي په يوه ډول نه يو ډول لاسوهنه نه وي؟ ځواب: كله چې د جميت علما اسلام له خوا ټولپوښتني وشوې د دې ګوند د مشرانو جرګې دا خبره روښانه كړه چي اسلامي حكومتونه او د اسلام مشران د بېلابېلو ګواښو سره مخ دي او د جميعت علما اسلام م وقف په داسي حال كي د اسلام له خاوري او مشرانو څخه پوره ملاتړ دى، كه دلته او كه يا هم د نړۍ په هره بله برخه كي وي همدا دليل دى چي موږ له حماس ډلي څخه په فلسطين او د بوسنيا له مسلمانانو څخه په اروپا او له چيچنيايي مسلم انانو څخه په روسيه كې  ملاتړ كوو . كله چي په افغانستان امريكايي ځواكونو يرغل وكړ موږ د افغانستان او پاكستان د خاوري د ساتني په موخه يوه دفاعي شورا جوړه كړه او د دې شورا د كړنو په اړه مو د متحده مجلس عمل ډلي ځينو مشرانو ته هم ليكونه واستول. همدا اوس طالب جنګيالي په افغانستان كي د به� �نيو ځواكونو په وړاندي جهاد كوي  او موږ هم ترېنه پوره ملاتړ كوو. پوښتنه: آيا د داسي يوې جګړې لګښتونه به ستاسو د ګوند په  اوږو ستر بوج وانه چوي؟ ځواب: تاسو بايد په دې پوه شئ چې جمعيت علما اس� �ام يو پياوړى او د خلكو له ملاتړ څخه برخمن ګوند دى او اوږده تاريخچه لري . زموږ لومړى رهبر مجديد الفي تهاني وو كوم چي د مغلو د امپراتور اكبر په وړاندي يې پاڅون وكړ. دا چي ولي يې پاڅون وكړ دليل يې د مولانا نورمح مد په وينا د اكبر له خواه د هغي عقيدې جوړونه وه چي د هغه له خواه د دين الهي په نامه نومول شوې وه او د اسلام، بوديزم او  هندويزم د اديانو يو مخلوطه عقيده وه. شاه ولي الله دهلوي زموږ د مخكښو رهبرانو بل تن وو چي د مغلو په امپراتوري كي يې ځيني نور بدلونونه راوستل چي تر اوسه يې لاره په سويلي، م ركزي او سويل لوېديځه اسيا كي د ډلو_ډلو ځوانانو  له خواه تعقيبېږي . زموږ دريم مشر شاه عبدالعزير دهلوي وو . مولانا نور محمد د دې پوښتني په پاى كي د خپلو مشرانو د نومونو يو نومليك د خپل مېز له جابې راوايست او د ورځپاڼي خبريال ته يې وسپاره. پوښتنه: لكه څنګه چي ښكاري ستاسو د غورځنګ ټول خوځښتونه د هندوستان په وچه كي محدود پاتي شوي ولي نورو قارو ته نه دي رسېدلي؟ ځواب: چيرته ليكل � �وي چي زموږ تحركات په يوه سيمه كي محدود پاتي شوي، موږ تل په هغو سيمو كي د مسلمانانو ملاتړ كړى چي د كفارو له خوا يې دين له خطر سره مخ شوى. زموږ كړنلاره نړيواله ده. زه يو ځل بيا تاريخ ته ځغلنده نظر اچوم كله چي برېتانويانو په افغانستان بريد وكړ، موږ له افغانانو څخه ملاتړ وكړ د بيلګي په شان له عبيدالله سندي څ خه درته يادونه كوم. عبيدالله سندي پوره ۷ كاله په افغانستان كي پاتي شو او د افغانانو په يو موټي كولو او د برېتانويانو په وړاندي د جهاد په بلنه كي يې كار وكړ. همدا شان موږ په افغانستان باندي د پخواني شوروي د يرغل پر مهال هم چپ پاتي نه شوو. زموږ مشر مولانا مفتي محمود  د مولانان فضل الرحمان پلار چي د شمالي وزيرستان د علاقې پخوانى وزير وو په افغانستان باندي د � �وسانو د يرغل پر مهال د جهاد فتوا صادره كړه تر هغه مو د افغانستان د آزادۍ لپاره جهاد وكړ تر څو په افغانستان كي د طالبانو مشروع رژيم را برسېره شو او بيا مو له هغو څخه خپل ملاتړ لكه د اوس په شان اعلام كړ. پوښتنه دلته ده چي جنرال پروېز مشرف خو زموږ قاعد ده، نو ولي موږ د هغه د امر اطاعت نه كوو؟ د دې پوښتني ځواب دا دى چي كله امريكايي ځواكو په افغانستان يرغل وكړ، نو جنرال مشرف هم له جورج ډبليو بوش سره هم غږى شو او تاسو خو پوهېږئ چي بوش غواړي د اسلام ټغر له نړۍ څخه ټول كړي. كله چي مشرف له بوش سره ملګرى شو نو سمدستي پاكستاني پوځ په امريكايي پوځ بدل شو ځكه د جنرال مشرف پوځيانو ۶۰۰ پاك مجاهدين د پاكستان له بېلابېلو سيمو څخه ونيول او بيايې امريكايي ځواكونو ته وسپارل. پروېز مشرف خو په خپلو دې كارو وياړي هم آيا دا د وياړ خبره ده؟ دا نيوني خو يوه خوا پرېږده په سلګونو تنه مجاهدين د پاكستان په شمالي او سويلي وزيرستان كي په يوه او بله پلمه ووژل شول او كورنۍ يې يرغملي شوې. ايا ښاغليه مشرف ستا دا كار جميعت علما اسلام ته د زغم وړ دى؟ هيڅكله نه! پوښتنه: د متحده مجلس عمل ګوند چي د پاكستان د څو اسلامي ګوندونو ايتلاف دى، موقف يې د تروريزم په وړاندي جګړه كي څه وو؟ ځواب: متحده مجلس عمل بايد يوه روښانه پاليسي درلوداى چي آيا غواړي له طالبانو څخه ملاتړ وكړي او كه نه؟ لكه څنګه چي ما وويل كله چي امريكايانو په ۲۰۰۱ ميلادي كال كي په افغانستان باندي د بريد خبر وركړ موږ د پاكستان او افغانستان له خاوري د ساتلو تر نامه لاندي يوه دفاعي شورا جوړه كړه. زه د متحده مجلس عمل له مشرانو سره د امريكايانو په وړاندي د هغوى د موقف په اړه وغږېدم . ولي به هغوى د نړۍ د ټولو مسلمانانو او په خاصه بيا د طالبانو څخه خپل ملاتړ نه اعلام او؟ زموږ مجاهدين د بوش او د هغه د پلويانو  په وړاندي يوازينۍ مخالفه قوه ده . . . . متحده مجلس عمل دوه شعاره لري يو دا چي له موږ سره درېدل  په دې معنى دي چي د بوش په وړاندي په مخالفت كي درېدلي ياست او كه له بوش سره ملګري شئ نو زموږ په وړاندي په مخالفت كي ولاړ ياست .   په داسي حال كي چي په دې ورستيو كې د پاكستان دولت په شمالي وزيرستان كې له طالبانو سره د دوى په وينا قبايل دي يو تړون لاسليك كړ. د دې تړون له مخې به پاكستاني عسكر د تړون د تړلو تر نېټې وروسته په سيميزو طا� �بانو بريد نه كوي او طالبان هم بايد په عسكرو غرض ونه لري. د پاكستان دولت دې تړون د نړۍ د ډيرو هيوادو غبرګونونه � �اوپارول په خاصه بيا د هغو هيوادو كوم چې سرتيري يې په افغانستان كې دي. افغان ولسمشر حامد كرزي هم له خپل پاكستاني سيال جنرال مشرف سره د ليدو پر مهال په كابل كې وويل دى تمه لري چي دا تړون به په سيمه كې د امنيت په � �اوستلو كې مثبت اثر ولري، خو د دې تړون وروسته هم په پلازمينه كابل او ځينو نورو ولايتونو كې تاوتريخوالى د پخوا په شان روان دى. تېره ورځ يو كس چې ځان يې ملا دادالله وښود خبري آژانسونو ته په مركه كې وويل چي دى درې مياشتي م خكي شمالي وزيرستان ته تللى وو او هلته يې له طالبانو سره د تړون په اړه خبري كړي وې. دادالله چې اوس د طالبانو د لس كسيزي شورا غړى دى، پرون يې دا هم وويل چې د دوى او پاكستان دولت تړون به هغو طالبانو ته موكه وركړي چې په � �مالي وزيرستان كې دي.  د دادالله په وينا د شمالي وزيرستان طالبان به وروسته له دې په افغانستان كې په انګليسي، امريكايې، او نورو بهرنيو او كورنيو سرتېرو خپل بريدونه په ډاډه زړه پلان او تر سره كړي. خو داسي ښكاري چې افغان ولسمشر د مشرف په خبرو پوره اعتقاد كړى دى او د دې تړون مثبتو پايلو ته په انتظار د� �، حال دا چې په دري ژبه كې يو متل ده (بهار نيكو از زمستانش پيدا است) او (آزموده  را � �زمودن خطاست)    tanha_mer@yahoo.com 070043967   ",د طالبانو ګونګ ملګري (د ميرويس جلالزي ليكنه) 4895,," ", 4896,," د کابل ښار په هودخيلو سيمه کې نن م ازديګر د پنځو بجو او دېرشو دقيقو په شاوخوا کې، يوه ځان وژونکې چاودنه وشوه. ويل کيږي چې په دې چاودنه کې د بريد کوونکي موخه د پوليسو يو موټر ؤ. په پېښه کې له بريد کوونکي سربېره، دوه پوليس وژل شوي او اته تنه ټپيان شوي دي.د يادونې وړ ده چې پرون هم د څرخي پلۀ په سيمه کې پر سوله ساتو ځواکونو يو ځانمرګی بريد وشو چې په پايله کې يې پنځه تنه ټپيان شوي و. ",په کابل کې نن مازديګر پر پوليسو ځانمرګی بريد وشو. 4897,," نن ماځيګر د شپږ نيمو بجو په شاوخوا كي د پ� �چرخي په هودخېلو سيمه كي د ناټو ځواكونو مركز ته نيژدې ځانمرګى بريد وشو، بريد كوونكى چي په يوه كورولا موټر كي سپور و خپل موټر يې د ملي پوليسو له موټر سره وجنګاوه.د كابل د امنيې قومندانۍ د جنايي جرمونو آمر عليشا پكتياوال بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي په دغه بريد كي يو ماشوم او درې پوليس وژل شوي او څلور لارويان ټپيان شوي دي.همدارنګه د ايتلافي ځواكونو وياند سټرانګ په سيمه كي د يوه بل شكمن موټر د څارني خبره هم وكړه چي د نوم وړي په وينا كېداى شي له چاودونكو توكو ډك وي او دوى يې اوس په پلټنه بوخت دي.يوه عيني شاهد بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي ده خپله په سيمه كي ټپي جسدونه وليدل چي روغتون ته لېږدول كېدل. د پيښي سيمه د سوله ساتو ځواكونو له خوا تر څارني لاندي ده او د خبريالانو په ګډون چاته د ورتګ اجازه نشته. ",د كابل ځانمرګي بريد مرګ ژوبله رامنځته كړه 4898,," په هرات ښار کې نن ماښام يوې چاودنې يوولس تنه م ړه او اتلس نور ټپيان کړل. دا چاودنه نن ماښام هغه مهال وشوه چې خلکو غوښتل د ماښام لمانځه له اداينې وروسته، � �ه هرات جامع جومات څخه خپلو کورونو ته ولاړ شي. په دې پېښه کې د وژل شويو کسانو په ډله کې څلور تنه يې پوليس او پاته نور يې ملکي وګړي دي. ويل کيږي چې په ټپيانو کې د هرات ولايت د امنيت امر هم شامل دی. ",په هرات کې يوې چاودنې، يوولس تنه ووژل. 4899,," ", 4900,خپل - انګلستان," زه شاهين د اسمانو وم زه ماهی د دريابو ومپر شپږ لورو الوتمهپه بحرو کي ګرزېدمههره خوا مي بې پهنا وهنه يې حد نه انتها وهنه مکان ونه زمان وبې چګون وو اسمانونه بې نم ون وو عالمونهپر هرخوا د عشق نغمه وهپر هرلور د يار جلوه وه هره خوا رڼا رڼا وههره خوا ښکلا ښکلا وهنه غماز و نه بېلتون ونه رقيب نه يې افسون و خلايق ټول په ثنا کيڅوک مسجود، څوک په نڅا کينه ګونا وه نه تعدا وه نه تقصير و نه سزا وهخپل وجود راته ګونا سوهدا خودي راته بلا سوهد ابليس د مکر چاري نافرمانه کړم، بې لاري له اسمانه يې راستون کړم له خپله کوره يې بيرون کړمله بحرونو يې را بېل کړمپه ډنډوکي کي يې  ِِايل کړمله رڼو څپو جلا سومد چيکړ، لوشو په خوا سومازادي ولاړه غُلام سومپه بد درد په بد فرجام سومپه دې  قېد کي مي خواري دهدې قفس کي مي نېستي ده دا قفس به ماتومه و خپل اصل ته به ځمه هارون خپل   ",انسان 4901,," د حضرت صبغت الله مجددي تر مشرى د سولې او ملي پخلاينى د کميسيون د هڅو په نتيجه کې نن د کابل د بګرام له جيل څخه ٣٥ تنه افغان بنديان خوشي شول . نوم وړى کسان له طالب جنګياليو او اسلامى ګوند سره د تړاو په شک په افغانستان کې د امريکا تر مشرى د بهرنيو ځواکونو له خوا په مختلفو سيمو کې نيول شوي وو. ددغه کميسيون يو چارواکى بينوا ته وويل ديو نيم کال په بهير کې د کميسيون د هلو ځلو په پايله کې ٢٥٠٠ مخالف کسان د ملى پخلاينې په پروسه کې شامل شوي او تر اوسه ٤٠٠ بنديان د بګرام او ٣٠ تنه بنديان د ګوانتانامو له جيل څخه خوشي شوي دي . خوشي شوي کسان يوه خوله نه وو، ځينو يې د بند په موده کې د چارواکو د بد او ناوړه سلوک او چلند څخه شکايت درلود مګر د ګوتو په شمير کسان بيا يو څه راضي بريښيدل .ډيرو يې بينوا ته وويل چې پرته له جرم او ګناه څخه بنديان او ورسره ظلم شوي دي. ",دبګرام له جيل څخه ٣٥ تنه افغان بنديان خوشي شول 4902,ب.بهیر وردګ," د یوې څیړنې له مخې ښودل شوې چې د مایکروسافټ (Microsoft) د شرکت ډیری کارکوونکي په ویب (Web) کې داړتیا وړ توکو دموندلو لپاره  د خپل سیال شرکت (ګوګل) له پلټونکي ماشین   (Google.com) څخه کار اخلي.دا خبره د Andrew Hitchcock پواسطه برلا شوې ده.دې کس وکولای شوای چی د Google Analytics پوستکالي (Software) په مټ داخبره رښتیا کړي.دی وایي چې یواځې د ۲۰ فیصدو په شاوخوا کې دمایکروسافټ (Microsoft) کارکوونکي له MSN سرویس (Service) څخه کار اخلي.سربیره پر دې د یوې بلې څیړنې پایلې دا ښیي چې دم ایکروسافټ (Microsoft )  شپږ شپیته  فیصده کارکوونکي د خپلې پلټنې لپاره له ګوګل (Google) څخه او ۱۰ فیصده نور دیاهو (Yahoo)  له ویب پلټونکي ماشین څخه کار اخلي. ",د مایکروسافټ ډیری کارکوونکي له ګوګل پلټونکي ماشین څخه کار اخلي! 4903,ب.بهیر وردګ,"   د اپل شرکت له تولیداتوڅ خه  Ipod Nano په څیر دوړلو وړ میډیاپلیرونو (Media Players) ،ډیر خرڅلاو د دې لامل ګرځیدلی چې اوسمهال نړیوال بازا� �ونه د فلش حافظې (Flash Memory) له کموالي سره مخ شي.دیوې وړاندوېینې پر بنسټ کیدای شي د سږ کال تر پایه بازار د۵،۸   فیصده فلش حافظې  (Flash Memory) د کموالي شاهد واوسي چې د ۲۰۰۷ ز  کال تر پایه به  ۲،۶  فیصدو ته کموالی وکړي.همدارنګه د ګارتنر څیړنیزې مؤسسې اعلان کړی چې په نړیوال بازارونو کې د فلش حافظې دکموالي لام ل په بازار کې د وړلووړ میډیاپلیرونو (Media Players) د ۴۰ فیصده خرڅلاو زیاتوالی وي چې دهمدې کال تر پایه به ۱۸۷ م� �یون دستګاوو ته ورسیږي. د همدې ګزارش پر بنسټ په بازار کې شته ۸۰  فیصده میډیاپلیرونه (Media Players) د فلش له حافظې څخه کار اخلي.   ",نړیوال بازارونه د فلش حافظې له کموالي سره مخ دي! 4904,," د ملګرو ملتونو سرمنشي کوفي عنان ددغه سازمان يوې ځانګړې ناستې ته چې د عراق ولسمشر جلال طالبانى او د امريکا د بهرنيو چارو وزيره کاندو ليزا رايس هم ګډون درلود وويل : عراق د کورنۍ جګړې له خطر سره ه مخامخ دي . ده زياته کړه ، په تيرو دوو کلونو کې سراسري انتخابات او د اساسي قانون تصويب لوى پرمختګ دي ، مګر عراق د کورنۍ جګړې په درشل کې دي .ده هيله څرګنده کړه، چې د مخنيوى له پاره يې په عراق اونړيواله کچه هلې ځلې وشي . ",عنان : عراق د کورنۍ جګړې په درشل کې دي 4905,ژباړن:ب.بهیر وردګ," Main Board اصلي دړه چې د مادر بورډ (Mother board) او سيستم بورډ  (System Board) په نامه هم ياديږي، دسيستم د برخې په دننه کې ځای په ځای شوې ده. پ� �اسسر،اصلي حافظه، بسونه،پراختيايي درزونه    (Expansion Slots )او پراختيايې کارتونه(Expansion Cards) د اصلي دړې د پاسه ځای لري.درايوونه (Drives) او د کمپيوټر اړخيز وسايل لکه ليکمن (Keyboard) ،موږک (Mouse)،د چاپګر (Printer) او مانيتور (Monitor) هم له دې دړې سره وصل دي .ټول هغه وسايل چې له دې دړې سره وصل شوي په حقيقت کې يو له بله اړيکې لري.اصلي دړه د کمپيوټر د سيستم مهمه برخه ده.که څه هم د کمپيوټر په سيستم کې نورې مهمې برخې هم شته ،کوم چې له دې برخو پ� �ته د کمپيوټر سيستم نشي کولای چې کار وکړي، مګر اصلي دړه دا ټولې برخې يو له بله  سره يوځای کړې.په ټوليزه توګه نوې اصلي دړې د شنه ځانګړيتوب لرونکې دي.شين خاصيت هغه خاصيت دی چې د هغه پر بنسټ اصلي دړه کولای شي چې کله  له کمپيوټره څخه کار نه اخلو او کمپيوټر روښانه وي د ډيرو مصرف کوونکو وسايلو لکه مانيتور،کلک ډيسک،او CPU د بريښنا مصرف لږوي.نو که چېرې کارن  (User) له يوه ټاکلي وخت وروسته ،چې هغه هم د کارن  User پواسطه ټاکل کېږي ،له � �يکمن (Keyboard) او موږک (Mouse) څخه کار وانخلي نو اصلي دړه د تصوير سګنالونه غوڅوي د کلک ډيسک (Hard Disk) ماشين له کاره غورځوي او همدارنګه CPUته د ننه ايستلو د ګړۍ تپيدا قطع کوي او کمپيوټر په نيمه فعال حالت بدليږي.مګر د ليکمن (Keyboard) د يوې کلۍ په فشار ورکولو سره ټول څيزونه خپل عادي حالت ته راګرځي او کمپيوټر بيرته خپل فعال حالت نیسي. ",اصلي دړه (تخته) 4906,ژباړن:ب.بهیر وردګ," Computer Main Memory هغه ځای چې په هغه کې پروګرامونه او معلومات ساتل کېږي د کمپيوټر د ساتنځي (حافظې) په نامه سره  ياديږي.د کمپيوټر ساتنځی د انسان حافظې ته ورته ده او يو څه توپير يې هم تر منځ شته هغه دا چې د کمپيوټر حافظه کولای شي ډير معلومات په خپل ځان کې وساتي پرته له دې چې په هغه کې لږ څه تغير راولي او يا هغه هير کړي.همدارنګه د کمپيوټر ساتنځی په دې لاس بری دی چې ددې په ځای چې له کمپيوټر څخه کومه اطلاع وغوښتل شي ،CPU په خپلو ذخيره شوو اطلاعاتو کې په ډيرې چټکتيا سره يې پلټنه کوي او دپام وړ په اطلاع لاس رسی (Access) مومي.د کمپيوټر ساتنځی په ډيرو خونو (Cells) ويشل شوې او هره خونه د يوې پتې لرونکې ده.په ساتنځي کې ساتل شوي معلومات د حافطې د منځپانګې(Content) په نامه ياديږي.د ساتنځي منځپانګه توري ،اعداد ،نښې او نور دي.په ټوليزه توګه هر هغه څه چې په صفر او يوه د بدليدو وړتيا ولري کېدای شي چې د کمپيوټر په ساتنځي کې وساتل شي.نو د ساتنځي منځپانګه چې هر څه وي (توري ،اعداد،نښې،شکلونه ،انځو� �ونه،غږونه...)دا ټول په ساتنځي کې د کوډ په بڼه ځای نيسي.دا کوډونه يواځې له صفر اويوه څخه جوړشوي .هر کله چې د ساتنځي په يوه خونه کې يوه خبرتيا ځای په ځای کړو د هغه مخکنۍ منځپانګه له منځه ځي او د مخکنۍ خبرتيا ځای نوې خبرتيا نيسي.ساتنځی له پراسسر (Processor) سره نژدې اړيکې لري مګر له پراسسر څخه خپلواکه او بيله برخه ده.له ورودي  وسايلو څخه Data د کنترول د برخې (Control Unit) په واسطه ساتنځي ته ليږدول کېږي.همدارنګه د کنترول برخه(Control Unit) د اړتيا پرمهال هغه له ساتنځي څخه اخلي او بيا يې د منطق او حساب(Arithmetic and Logic) برخې ته ليږي.ساتنځی هغه معلومات او د هماغه پروګرام دستورونه ساتي کوم چې د سرته رسيدو په حال کې وي.په ټوليزه توګه د کمپيوټر ساتنځی په دوو � �اندې ډولونو ويشل کېږي:1:اصلي ساتنځی (حافظه) (Main Memory )2:دوهمي ساتنځی(Secondary Memory):دوهمي ساتنځی د مرستندويه ساتنځي(Auxiliary Memory)او د ساتلو د وسايلو (Storage Devices) په نامه سره  هم ياديږي او دمعلوماتو د تلپاتي او نيمه تل پاتي ساتلو لپاره ترې کار اخيستل کېږي.دوهمي ساتنځی به په همدې څپرکي کې تر څيړنې لاندې ونيسو.د کمپيوټر اصلي ساتنځی (Main Memory) هم په دوو ډولونو ويشل کېږي:1: ROM(Read Only Memory)  ساتنځی2:RAM(Random Access Memory) ساتنځی ",د کمپيوټر اصلي ساتنځی (حافظه) 4907,," امنيتى چارواکو منلې چې د کابل ښار په ختيځ د هودخيلو په سيمه کې د ځانمرګى بريد له امله چې پرون ماښام ٦ بجې شاوخوا وشو، ٤ تنه دولتى پوليس مړه او ديو پوليس په ګډون ١١ تنه ملکى وګړي ټپيان شوي دي. د کابل د امنيه قومندان د جنايى جرمنو مشر جنرال علي شا پکتياوال نن له بينوا سره وويل د ځانمرګي موټر جعلى پليټ درلود او تراوسه يې په تړاو څوک نه دي نيول شوي . ده وويل د بريد په اړوند پلټنې پيل شوي . نوموړى زياته کړ موټر د پوليسو تر څار لاندې وو، کله يې چې د دريدو هڅه و� �وه ، چاودنه رامينځ ته شوه. همداشان د هرات امنيه قومندان سالنګى له بينوا سره نن سهار ومنله ،چې د هغه ځان وژونکي بريد په ترځ کې چې پرون ٧ بجې د هرات ښار د جامع جومات مخې ته وشو، اا تنه ملکى وګړي مړه او ١٨ تنه نور ټپيان شوي دي. د نوموړي په ويناد هرات د امنيت امر جنرال غلام سرور حيدري او د جومات ملا امام نعمت الله هم په دغه بريد کې ټپيان شوي دي . يو طالب وياند قاري يوسف ويلى چې د هرات بريد طالبانو نه دي کړي. ويل کيږي په وژل � �وو کسانو کې ٤ تنه دولتى عسکر او په ټپيانو کې ٣ تنه پوليس شامل دي . ",د کابل او هرات په بريدونو کې ١٤ تنه وژل شوي 4908,"ولي شاه طبيب /کندهار"," ولي شاه طبيب /کندهار هر ما شوم حق لري چه په مورنۍ ژبه زده کړه وکړي .داچه بياهم په کابل کښي ټولي ښوونځي په دري ژبه دي ډيردخفګان اوخواشيني ځای دی . يو وخت چه په کابل کښي دخوشحال خان خټک او رحمن بابا دوي ليسي فعاله وي اوس هغه هم نه سته .کله چه موږ دپښتوژبي ښوونځيو غوښتنه کوو نودادټولوپښتنوماشومانو فطري ،بشري اومدني حقوقويادونه ده. دطبي پلوه کله چه ماشوم مجبوره کيږي چه په بله ژبه زده کړه وکړي ،نود ماشوم پردماغ باندي ډير منفي اغيزي پريوزي اودماشوم ټوله پامل� �نه دنااشنا ژبي لورته اوړي اود ټولګي ودرسوته دومره پاملرنه نه کوي ،دبل پلوه په ټولګي کښي ما شوم دفارسي ويونکو دريشخند څخه په ويره کښي وي چه خدای مه کړه کومه خبره ګډه وډه ونکړي او دفارسي ژبو دخندا او پوزخند وړ ونه ګرزي ، نو له دي جهته ماشوم خپل ټول فکري قوت دژبي زده کړي ته دمجبوريت له مخي متوجه کوي ، او دوه لوي زيانونه يي په برخه کيږي يوخوداچه خپله مورنۍ ژبه یی کرارکرار په فارسي ژبه بدليږي اوبل دزده کړي څخه وروسته پاته راځي . ددي خبري دثبوت لپاره دسترګوليدلی حال تاسوته کټ مټ بيانوم . زمايوډير نژدي دوست چه په کابل کښي اوسيدی ميلمه کړی وم ، زما دادوست اوميرمن يي هغه دخلکو خبره دواړه سوچه پښتانه وه . کله چه ددوست دکورزنګ مي وواهه نو دهغه ماشوم بچي ددروازي له شا راږغ کړه کيست ، دروازه يي راخلاصه کړه اوپلار يي هم راورسيد دروغبړ په حال کښي مي خبره ترغوږ ورتيره کړه ،هغه بيچاره وويل چه په کور کښي ټول پښتو خبري کوي ،خوداټول دښوونځي اغيزه ده ، اوداخبره سل په سل کښي رشتيا ده چه دښوونځي چاپيريال ډيره اغيزه لري .موږبه ډير خوشحاله سو چه زم وږماشومان دري ،ازبکي يانوري ژبي زده کړي خوپه دي شرط چه خپله مورنۍ ژبه هيره نه کړي. اوښوونځي هغه چاپيريا ل دی چه د ماشوم ژبه ډير ژر اړوي  دافغانستان داساسي قانون ۴۳ مادي اخري بند داسي وايي چه :اودمورنيوژبو دتدريس لپاره په هغوسيموکښي چه پري خبري کيږي لاره هواره کړي : اميد لرم زموږ دري ژبي وروڼه دادتعصب پ� �وته کش نه کړي ، اوواقعيتونه په خلاص تندی قبول کړي ،زه اوس هم په ډير روان ډول په دري ژبه خبري او ليک کوم . يعني د تعصب له مخي هيڅ خبره مطرح نده ،که چيري يوازبک ياترکمن ورور دخپلي سيمي لپاره همداسي غوښتنه وکړي دهغه حق دی  موږلومړی دکابل اوسيدونکو پښتنو څخه هيله کوو چه څه راژوندي سي دخپلي حقه غوښتني لپاره په سړه سينه او ثابتوګامونوسره کاروکړي . دښووني اوروزني وزارت وهڅوي چه نوموړي ستونزي ته پاملرنه وکړي او نوم وړي ستونزي ته مرحلوي پلانونه جوړکړي . همدارنګه دولسي جرګي وکيل صاحبان وهڅول سي چه نوموړي ستونزه دخپلي اجندډبرخه وګرزوي . ګرچه بعضي وروڼه به ووايي چه ياره وطن په څه حا ل کښي دي او تا د پښتو دتدريس مسسله � �ااخيستي ده ،دايوستونزه ده او دهري ستونزي لپاره بايد هلي ځلي وسي . ", په کابل کښي بايدپښتوژبي ښوونځي تاسيس سي 4909,," دغزنى ولايت د پوليسو مشر تفسير خان ويلى ، چې طالب جنګياليود پخوانيو مليشو يو تن قومندان بسم الله خان د ګيرو ولسوالۍ د اسفندي په کلي کې په ډزو سره وژلى دي . ",غزنى کې دپخوانيو مليشو يو قومندان وژل شوي 4910,," د نيمروز له دلارام او د فراه ولايت له فراه رود ولسواليو څخه چي د كندهار او هرات لويه لاره تېرېږي تقريباً له يوې اونۍ راهيسي د طالبانو په و� �كه كي دي. يوه عيني شاهد بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي له هرات څخه تر كندهاره يې څو ځايه موټر د طالبانو له خوا د تلاښۍ په موخه ودرول شو، د نوموړي په وينا طالبانو د خلكو په جېبونو كي كتل چي كه به يې د كومي خيريه مؤسسې او يا هم دولت كوم كارډ ورسره پيدا كړ، نو بيا يې خير نه وو.د فراه ولايت امنيه قومندان سيد آغا ثاقب منلې ده چي ف� �اه رود ولسوالي عملاً د طالبانو په لاس كي ده.ويل كېږي له هغه راهيسي چي طالبان د كندهار له پاشمول او ژړۍ ولسواليو څخه پر شا شوي دي، د هلمند، نيمروز او فراه ولايتونو پر خوا يې مخه كړې.له هلمند څخه داسي خبرونه هم وركول شوي چي د دغه ولايت پر درو ولسواليو سنګين، كجكي او موسى كلا باندي د طالبانو نظام حاكم دى او له خلكو څخه يې د مرستي په نوم پيسې ټولي كړې.له كجكي څخه راغلي يو تن عيني شاهد چي د نوم له ښوولو يې ډډه كول بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي په سيمه كي د حق العبور او ټرانسپورټ پيسې طالبان اخلي، نوموړي زياته كړه چي طالبانو د تېر كال د څلورو مياشتو او سږ كال د څو تېرو مياشتو د برېښنا محصول هم ټول كړ. ",د هرات او كندهار لويه لار د طالبانو په لاس كي ده 4911,,"   دسهار له لسو بجو را و� �وسته دکابل ښار دزنبق څلور لارې دولسمشرۍ ماڼۍ لورته غزیدل سړک دتگ راتگ پرمخ دامریکایي ځواکونو له لورې تړل � �وی. دبینوا ویبپاڼې خبریال سیمې ته له نیږدې ورغی ترڅو جزئیات ترلاسه کړي، خو سیمه ټوله دامریکایي س� �تیرو، دملي امنیت کارکونکواو پولیسو له خوا بنده شوې خبریالان هم نیږدې نه پرې ښودل کیږي. ویل کیږي دام اني لیسې ترڅنگ چیرې چې دامریکایي ځواکونو یوه نظامي اډه پرته ده یو شکمن موټر دچاودیدو لپاره لا له وړاندې و� �اړ دی . ",دکابل ښار دزنبق څلور لارې امریکایي ځواکونو تړلې 4912,,"   دټول هیواد پرکچه ددیرشو خپلواکو راډیوگانو له اړخه داټولنه درې میاشتې وړاندې جوړه شوې خو رسمي اعلان یې نن دافغانستان دخپلواکو ژو� �نالستانود اتحادیې له لورې خبري ناستې ته په کابل کې وشو. زاهدشاه انگار دخپلواکو راډیوگانو دمشرې جرگگۍ غړي بینوا ویبپاڼې ته وویل چې دا ټولنه یو رئیس، دوه مرستیالان او نهه تنه غړي په لارښوده شورا کې لري. انگار وویل موخه ددې ټولنې له جوړیدا داده ترڅو دغه ټولنه دژورنالستانو او راډیوگانو له حقونو څخه ننگه وکړي، دراډیوگانو لپاره دبسیاینې او مارکیټ موندلو لارې ومومي او دراډیوژورنالستانو لپاره روزنیز لنډ ورک� �اپونه په لار اچوي. دغه راز خبري ناستې ته ددې ټولنې مشرنجیب نصیر وویل دراډیوگانو دامنیت دخوندي کولو � �پاره دملي امنیت له ریاست سره غږیدلي ترڅو کوټلي گامونه دژورنالستانو دامن لپاره واخلي. نجیب نصیر وویل دانټرنیوز او نی له ادارو منندوی دي چې ددې ټولنې په جوړیدوکې یې ورسره زیار ایستلی. دا لومړی وار دی چې دخپلواکو راډیوگانو ټولنه په هیواد کې جوړیږي تردې وړاندې گڼې ټولنې له ژورنالستانو ددفاع پرم وخه جوړې شوي.  ",دافغانستان دخپلواکو راډیوگانو ټولنه جوړه شوه. 4913,," عبدالله پتمن/كابل د سريلانکا په ختيځ لري پرتو ځنگلونو کې د مسلمانانو يوولس مړي موندل شوي دي. نوموړي کسان د ابيارۍ د سيستم د رغولو په موخه دغي سيمي ته تللي وو. سريلانکايې پوځ وايې چي وژل شوي کسان په ډزو ويشتل شوي دي. د سريلانکا پوځ وايې کله چي د دغو کارگرانو اړيکه له دوى سره پرې شوه، دوى د هغو لپاره د پلټني عمليات پيل کړل. او د دوشنبې په سهار د هغوى مړي وموندل شول. د سريلانکا حکومت د دغي وژني پړه د تاميل پر پړانگانو اچوي خو د تاميل پړانگان دا تورونه ردوي. په سريلانکا کې د سينهاليانو او تامليانو وروسته مسلمانان د خلکو ستره ډله جوړوي چي د دولتي ځواکونو او تاميل پړانگانو د تاوتريخوالي ښكار دي. د جولاى او اگست د مياشتو ترمنځ په تاوتريخوالي کې په زرگونو خلک بې کوره شوي دي. ",په سريلانكا كي ۱۱ مسلمان كاريګر وژل شوي دي 4914,دوست," له کابل څخه د دوست ليکنه که د صليبي جګړو شاليد ته نظر وکړو ، نو پوهېږو چې په دغو جګړو کې پاپانو او راهبانو څومره ډېرنقش درلود .  صليبي  � �ومړۍ جګړه هم د نقولا راهب  په چلوټو پيل او بيايې داسې خونړۍ جګړې په ميراث پرېښودې چې د زرګونو انسانانو س� �ونه په کې دل شول . هغه وخت هم پاپانو څو ځله په خپلو تقريرونو اروپا وخوځوله او دخلکو احساسات يې جګړې ته � �اپارول . په واقعيت کې ددغو څو خونړيو صليبي جګړو تر شا د همدغو عيسوي پاپانواو راهبانو لاس و  .  اوس د هغوى ميراث خور شپاړ سم پاپ بنديکت هم د خپلو نيکونو په پلونو ګام اخيستو ته تابيا کړې ده .  د هغه د پنجشنې ورځې څرګندونې چې د مسلمه امت له کلک لفظي غبرګون سره مخ شوې ، يو ځل بيا د تېرو جګړو يادونه تازه کوي .   نوموړي په پوره سپين سترګۍ دالمان په يوه پوهنتون کې  چې  د اسلام او مسيحيت  تر منځ د فلسفي او تاريخي توپيرونو او د ايمان او تاو تريخوالي  په اړه غږيده  ، داسلام په اړه يې د ختيځ روم  د يوه امپ� �اتور څرګندونې تکرار کړې . هغه ويلي وو ، د اسلام پيغمبر يوازې يو اصل رامنځ ته کړى او هغه د تورې په زور د م� �هب د خپرولو لارښوونه ده او دا له تعقل سره ضديت لري او له الهي طبيعت سره سمون نه خوري .که څه هم  د اس� �ام په اړه د عيسويانو دغه شان څرګندونې نوې نه دي ، خو د پاپ له خولې ددغو الفاظو را وتل د حيرانتيا خبره ده .  له دې وړاندې  يوې ډنمارکۍ ورځپاڼې د حضرت محمد ص ته  يو سپکونکى کارتون خپور کړى و . دغه کار هم د نړۍ دمسلمانانو غوصه را پارولې وه ، خو هغه وخت  لويديځ دعوه کوله چې د بيان په ازادۍ عقيده لري او ديوه اخبار نظريه ده نه  عمومي .  خو اوس د پاپ له خولې دغه شان الفاظ راوتل خبره بل لورته بيايي .  د کاتوليکو عيسويانو مشر ، په دې ښه خبر دى  چې د حضرت محمد ص په اړه   له مسلمانانو پرته ډېرى مستشرقينو   هم د هغه  په   بشرپالنې  او زړه سوى اعتراف کړى دى ، خو دغه  شان څرګندونې د خاصو مقاصدو لپاره کېږي .  دغه شان پاپان  او د هغوى ملاتړي بايد په دې پوه شي چې کوم اور ته دوى لمن وهي په هغې کې به يواځې د حضرت م حمد ص پلويان نه ، بلکې دوى هم وريت شي . دنړۍ مسلمانانو ته چې د وړو مسئلو،  مذهبي  او سياسي اخت� �افونو  له کبله په خپلو کې سره نښتي دي  لوى شرم په کار دى .  د پاپ اوسنى جرئت ته همدغه  شان اخت� �افونو لاره اواره کړې ده ، هغه ښه پوهيږي چې مسلمانان په خپلو کې سره لاس او ګريوان دي . پاپ ته د خونړيو ص� �يبي جګړو تاريخ ښه معلوم دى ،  هغه په دې خبر دى چې په صليبي جګړو کې يو موټى مسلمانانو په يوروشلم ( جروسلام ) کې ددوى لکونو پوځونو ته څنګه ماتې ورکړې او څنګه يې په وينو ولړل ؟   خو پاپ ته داهم اوس معلومه ده چې په مسلمانانو کې دامهال د غالب ، عمادالدين زنګى ، صلاح الدين ايوبي او ...   په څېر غښتلي قوماندانان نه شته .هغه په دې پوهېږي چې  اوس داسلامي نړۍ په غاړه کې ځنځير پروت دى او د نورو سياسي او مادي ګټو لپاره کار کوي .  خو بياهم پاپ تېر وتى دى .  هغه څخه د غه قراني پيغام هېر دى :  (( انا نحن نزلنا الذکر و انا له لح فظون )) دوستکابل  د وږي ٢٥ مه ",پاپ ، ته د مسلمانانو بې اتفاقۍ جرئت ورکړى 4915,ددوستۍ فرهنگي ټولنه," سويډن -- مالمو دپاکستان  جمهور رئيس  دتيرو جم هور رئيسانو په څير يوه لهظه هم  دافغانستان او افغانانو سره له دښمنۍ لاس نه اخلي . دجنرال مشرف په بلجيم كې  داروپا پارلمان ته  په خپله وينا کښې وويل : اوس افغانستان کې طالبانو دالقاعدي تر سازمان سوله  د جدي گواښ سره مخامخ کړېده ، دافغانستان لپاره طالبان تر القاعده خطرناک  دي  ،هغه وويل طالبان له عمومي  ملاتړ څخه پ� �خمن دي  کولاي شي يوې ملې کړکيچ  ته لمن ووهي . پاکستانۍ جنرال پدې شپو او ورځو کې دوزيرستان دځينو ډلو س� �ه  لاس ليک شوې موافقه ديوې لوې بريا په توگه نړيوالو ته څرگندوي  ،پداسي حال کې چې دا لوزنامه دومره ارزښت نل� �ي لکه چې جنرال يې دستر موفقيت  په توگه تبليغوي  ،دا کار دتروريستانو داوسېدو او افغانستان  ته دهغوي دراتگ د موخنيوی په خاطر  نه دی شوی  ؛دايوه بله داسي توره موافقه ده لکه دهندي برتانيا واکدارانوچې  له پښتنو اونو� �و قومو سره لاس ليک کولې ، ددې موافقې ناوړه پايلي به وروسته څرگندي شي . مشرف او پاکستاني چارواکي تل  د  ((۵۰ ))   زره يا ((۸۰))زره پوځ  ځاي پر ځاي کول او د((۴۰۰ )) عسکرو وژنه دتروريزم سره دمبارزي بيلگه بولي ،او څرگندوي چې ددي کارموخه  افغانستان ته دترهگرودتيرېدو مخنيوی دی  . مگر حقيقت داسي نه دی داپوځ پدغه سيمه کې ددې سيم ي دخلکوعنعنوي اوتاريخي  نيمه خودمختاری دله منځه وړلو اوهلته دپاکستاني جنرالانودظلمونو او تيريو په م� �ابل کي دپاڅون دځپلو په خاطرځاي پرځاي شوی دی ؛ او تر څوچې داجنرالان يي لازم وبولي هلته به پاته وي .  ،مگر له دغه سترگې پټوي چې ترورستان او ځان وژونکې دا ((۳۳)) کاله په پاکستان کې روزل کيږې اوافغانستان ته دترهگرۍ لپاره � �الېږل شوي دي   . غواړو افغانستان ته دده دوروستی سفر په درشل کې د بريتانيا د بهرنيو چارو مرستيال وزير کيم هووالس  وينا ورپه ياد کړو ،هغه وويل : افغانستان به هغه  وخت سوکاله  شي چې پاکستان ژمنه وکړي چې دغه هيواد کې به د ترهگرو د روزنې مرکزونه وتړل شي .  . . پاکستان بايد د ترهگرو سرچينې وچې کړي  . بي بې سې جنرال پرويز مشرف په کابل کې  وويل : افغانان باید تیرهیرکړي،شکونه اوپریوبل تهمت یو خوا پریږدي اودخپلې راتلونکې په اړه فکر وکړي . جنرال صاحب  ! افغانان يې هيروي ، خوتاسو په زياته سپين سترگۍ هغو ي ارام ته نه پرېږدی ،اودامجال نه ورکوی چي ستاسو تيري اولاس وهني هيري کړې . په کابل کې  دښاغلي کرزي سره ترخبرو وروسته مشرف وویل :له ترهګرۍ او بنسټ پالنې سره باید دواړه ګاونډي هیوادونه یوپر بل باور وکړي اوله ترهګرۍ سره په ګډه وجنګیږي . اوس موږ نه پوهيږو چې هغه په کابل کې رښتيا ويل اوکه اوس په بلجيم کې ؟؟؟ که مشرف طالبان پښتانه  اوپښتانه يې ملاتړ ي  بولي،بيانو څنگه کيداي شي چي ديو هيواد جمهور رئيس دي دخپل ولس دغوڅ اکثريت په خلاف جگړه وکړي؟ اوپرويزم� �رف په افغانستان کې دپښتنو پر خلاف دجگړې کوم ډول وړانديز لري ؟اوهغه څنگه ځانته داحق ورکوي چې دافغانانو پر خ� �اف دي جگړه پيل کړې ؟  ددغه دومخه اوبې بنياده خبرو څخه يو شئ څرگنديږي چې مشرف افسر دی خو تور اوکرغېړن سياست کوي . په خپلو خبرو کې يو صادق افسر داډول دوه مخۍ نه وي . ده په کابل کښي وويل : زه يوافسر يم سياست نه کوم رښتيا وايم ،خو داسي معلوميږي چې په هغه لهظه کي هم پخپلو خبروکې صادق نه و. اوسياسي لوبه يي کوله . کله چې ب� �وکسل ته راغلۍ دلته بيا  په بروکسل کې داروپاپارلمان استازیوپه وړاندې  په خبرو کې  دطالبانو دخطردلام� �ونوپه هکله وايي : طالبان پردې توانېدلي ترڅو له ټولنیزې ناخوښۍ په ګټې اخیستنې سره دخلکو ملاتړخپل کړي په داسې حال کې چې القاعده له خلکو ګوښې ده . بايد جنرال مشرف ته وويل شي چې دبشريت په تاريخ کي دا ډول دترهگرو ډلو په و� �سونو کي ځاي نه درلود. اوبله خبره  داچې په زخېره شوي وسله جگړه نشي کيداي ځکه دخلاصېدو ډار يي وي ،جگړه مار هغه وخت جگړه کوي چې وسله او تازه دمه کسان ورته رسيږې ،نو که جنرال صاحب تاسو دوي نه روزۍ ، په وسلواوترانسپورتي وسايلو يي نه سمبالوۍ  او له هغه ځاي نه تازه دمه کسان ددوي سره ديوچاي کيدو لپاره نه راځي ،نو بيا داکوم هيواد دی ؟ تر لمر روښانه حقيقت  دادۍ  چي طالبان او القاعده تر بل هر چا دپښتنو سیمې دجگړې په اورکي سوځې  ، داچې په پنجوايي ترينکوټ ،ارغنداب ،دلارام ،نوزاد اونورو سيموکښي دطالبانو پر خلاف بهرني ځواکونه عمليات کوي  ددغې سيمي خلک څوک دی چي له کوره بې ځايه کيږې ؟ دا دکوم قوم ماشومان دي ؟ دادچاکورونه په کنډوالو بدليږې ؟ دا څوک ژوند دلاسه ورکوي؟ رښتيا خوداده چې جنرال مشرف په حقيقت پوښلو کې تر هر ارتسيت ماهر لوبغاړی دی  ،دب� �وڅو دمشر بې رحمانه ژنه يي څرگنده بېلگه ده .  دادپاکستاني چارواکواو استخباراتو نوی تاکتيک دی چي د افغانستان په جنوبي سيموکښي دجگړې ميدان تود کړی ،  موخه يي داده  تر څو بهرنيان مجبور شي له افغانستان څخه ووزي او زموږ دهيواد سرنويشت  يوځل بيا دپاکستاني جنرالانو،مذهبي بنسټپال او آي اس آي وټاکي  .دهيوادپه جنوبې سيمو کې دالقاعدي او طالبانو حملې ددوي سره دپښتنو دخواخوږۍ بېلگه نه ده، حقيقت دادی چې  له همدغو سيمو نه دويته له پاکستان څخه تازه نفسه کسان او وسله رسېږې ، اودوي ته   دمقابل جانب دحملو په وخت کې دپاکستان په � �ور دفرار لاره پرانيستې ده  . منطقأ له مزار،کندوز اونورو شمالي يا مرکزي ولاياتو څخه  تېښته تر پاکستان پوري يوڅه ناشونې غوندي ده .طالبان  په هيڅ ډول د پښتنواويابل قوم استازيتوب نشي كولاي . تاريخ شاهد دی چي په افغانستان کي دترقی اوپرمختگ پر خلاف ټولي ډلې دمذهب په نامه په پاکستان کې جوړي ،هلته تربيه  اوپه وسلوالوتر سمبالتيا وروسته  افغانستان ته دپاکستان  دکرغيړنواو افغان دښمنه موخودسرته رسېدو په خاطر رالېږل شوي دي .  ترهگر تر هر چا دپښتنو سره ځکه دښمني کوي او دپښتنو په سيمو کې جگړه او وژنه پر مخ بيايي چې ددوي  دونر( پاکستاني جنرال  ) له پښتنو څخه  خطر احساسوي ، دډيرند دکرښي دواړو غاړو ته پراته قومونو څخه دوي تر هر ځا زيات   ډار لري .  مشرف پدغه  غير عادلانه او ظالمانه څرګندونو کې غواړي ،له يوې خوانړيوالو ته څرگنده کړې چې پاکستاني واکداران په خپلو وعدو کې له امريکا او نړيوالوسره دتروريزم پر خلاف مبارزه کښي صادق دی ، خو ستونزه داده چي اوس القاعده نه بلکه طلبان چي پښتانه دي او دپښتنو له ملاتړ نه برخمن دي په دغه هيواد کې سوله له سترگواښ سره مخامخ کړې ده ،اوبلي خوا غواړي نړيوالو ته څرگنده کړې چې پښتانه هغه قوم دی چي دترورستانو څخه ملاتړ کوي ، دا پښتانه دي چې دترورستانو او ځان وژونکو  ته په خپل کور کې ځاي ورکوي . جنرال داډول دوه مخی سياست  دافغانستان په اړوند تل تعقيب کړی دی اوپه  خپلو دغو څرگندونو سره يې يو ځل بيا د پښتون سترقوم  دبدنامۍ او سپکاوی  لپاره مټي رانغښتي دي .نن ټوله نړۍ دترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې پاکستان ته دشک په سترګه ګوري په سیمه اونړۍ کې دغه هیواد دبنسټ پالنې ،ډاراچونې او تروريزم دصادرولو مرکز په توګه پیژني .موږ د پاکستاني واکدارانو دغه راز له حقيقت نه ليري څرګندونې دخپل هېواد په کورنیو چارو کې بربنډه او بې شرمانه  � �اسوهنه بولو.  د افغان ولس سره يوځاي  دغه افغان دښمنه څرګندونې کلکه  غندنه کوواوهغه ته دنفرت په سترگه گو� �و.                                     ددوستۍ فرهنگي ټولني دمشرتابه جرگه ",ددوستۍ فرهنگي ټولني اعلاميه ! 4916,," د افغانستان د اطلاعاتو کلتور او ځوانانو چارو وزارت په غوښتنه او د جمهوري رياست په منظورۍ لطيف بهاند په مسکو کې د افغانستان د کلتوري او م طبوعاتي اتشې په توګه ټاکل شوى دى. شپږ څلوېښت کلن بهاند چې خپلې زده کړې يې په ادبياتو او ژورنالېزم کې تر ډاکترۍ پورې رسولې دي د افغانستان د علومو اکاډمۍ د غړي ،د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځۍ د استاد ،د بي بي سي � �اډيو د خبريال او د مسکو په دولتي پوهنتون کې يې د پښتو او دري څانګو د استاد په توګه دندې ترسره کړې دي ،د افغانستان د اطلاعاتو کلتور او ځوانانو چارو د وزارت د مقام د دفتر رئيس حميد ناصري وردګ د ښاغلي بهاند د ټاکنې په اړه بېنوا ته وويل چې بهاند په کلتوري او مطبوعاتي برخو کې پخه تجربه لري او ډېر زر به د مسکو او کابل تر منځ شلېدلې کلتوري او مطبوعاتي اړيکې په پښو و دروي . وردګ دا هم وويل چې په روسيه کې په زرګونو افغان کډوالې کورنۍ په کلتوري او مطبوعاتي برخو کې مرستې ته اړتيا لري چې ښاغلى بهاند به د خپل کار په لومړيتوبونو کې ځاى ورکړي . ",بهاند مسکو کې دکلتوري استازي په توګه وټاکل شو . 4917,," د هلمند ولايت د ګرمسير ولسوال غلام رسول اقا بينواسره وويل چې د افغان او ناټو د ځواکونو د ګډو عملياتو په ترځ کې يې ١١ تنه جنګيالي ، چې د نوموړي په وينا د پاکستان د پنجاب دي ، وژلي او ٤ تنه نور ټپيان شوي دي . ده وويل چې دغه عمليات په ګډه د ګرم سير ولسوالۍ کې د طا� �ب جنګيالو په وړاندې ترسره شوي دي . له بل لوري يو طالب وياند قاري يوسف خبري رسنيو ته ويلي چې تښتول شوي ترکي انجينر يې وژلۍ او د نوموړي مړۍ يې د ګرشک د يخچال په سيمه کې اچولۍ دي .د کورنيو چارو وزارت وياند بشري ددغه خبر پخلۍ نه دي کړي . ",دولت : هلمند کې ١١ تنه جنګيالي وژل شوي 4918,," د کابل د امنيه قومندانۍ د جنايى جرمونو د څانګې مشر جنرال علي شا پکتياوال نن هغه کس خبري رسنيو ته وښود چې دده په وينا د طالبانو غړۍ او د چاودنو اوو� �انکاريو ټکل يې درلود . د علي شاه په وينا نوموړۍ د کابل ښار د پنحمې ناحيې د خوشال مينې له يو کور څخه ، چې يو شم ير اسناد او تبلغياتي پاڼې ورسره دي ونيول شو . نيول شوي کس بهادر جهاديار نوميږي چې د چارواکوپه وينا د غزني اوسيدونکۍ او د پاکستا په دينو مدرسو کې يې زده کړه کړې ده . نيول شوي کس بينوا ته دپوليسو تورونه ونه منل او زياته يې کړه هيڅ داډول اسناد نه لري چې له طالب جنګياليو سره دده تړاوپه ګوته کړي .د يوبل خبر پر بنيااد د کابل ښار د شپږمې ناحيې اړوند سيمه کې تيره شپه له وسله والو غلو سره په نښته کې دکور خاوند مړ او ٣ تنه پوليس ټپيان شوي دي . علي شا وايى ٣ تنه غله يې نيولي دي. ",چارواکي : يو ورانکارکابل ښارکې نيول شوي دي 4919,," د غزني ولايت امنيه قومندان تفسير خان خوګياني له بينوا سره په خبرو کې وويل ،د هغه وسله والې جګړې په ترځ کې چې نن د طالبانو او وسله والو طالبانو ت� �مينځ د ګيرو ولسوالۍ کې وشوه ، ٣ تنه طالب جنګيالي مړه او ٢ تنه دولتي پوليس ټپيان شوي دي. يو طالب وياند بيا د ٥ تنو دولتى پوليسو د وژلو ادعا کوي . ",دولت : ٣ تنه طالب جنګيالي غزني کې وژل شوي 4920,," د پروان ولايت د چاريکارو د صيادان کلي کې د يو ې بمي چاودنې له امله ٥ تنه ميرمنې مړې او ١٨ تنه نور ټپيان شوي دي . د پروان د پوليسو مشر عبدالرحمن سعيد د پېښى پخلۍ کوي او وايى چاودنه دواده د مراسمو پر مهال رامينځ ته شوې ده . د يو شمير ژوبل شوو کسانو ټپونه د انديښنې وړ بلل شوي دي . چاودنه تيره شپه رامينځ ته شوې ده . ",د بمي چاودنې له امله ٥ تنه ميرمنې وژل شوي 4921,,"   دایساف خبرپاڼه لیکي چې دهلم ندولایت داور وژنې ادارې سره یې داور وژنې لپاره یو لړ توکي ورکړي دوی وایي له دې سره به په لښکرگاه کې ٢٤ ساعته خدمت وشي دغه مرسته دولایتي بیارغونې ډلې له لورې شوې چې پکې جنراتورونه او پیپونه شام� � دي.  ",ایساف دهلمندداور وژنې ادارې ته توکي ورکړل. 4922,," د بي بي سي د رپوټ له مخې د ب� �تانيې ددفاع وزير ديس براون منلې ده چې وضعه له هغه څه ستونزمنه ده چې دوى يې اټکل کړې و. خو هغه ټينگار وکړ چې ڼاتو يو سپيڅلي هدف تعقيبوي او ماموريت به يې برى ومومي . "" مونږه بايد دا ومنو چې وضعه له هغه څه نه چې مونږ ه فکر کوه ډيره ستونزمنه ده . د ډيرو تلفاتو سره سره د طالبانو سرسختي حيرانونکې ده او له هغې اندازې نه چې مونږه هيله کوله زمونږه هڅې زياتره په همدې باندې مترکزې شوي دي . چې په نتيجه کې د هيواد پرمختگ او بيا رغونه ځنډيدلې ده . سږ کال د کوکنارو کښت چې زمونږه د راتلو نه مخکې کرل شوي و له پخوا نه زيات دى او د پولې بلې غاړې ته د پاکستان پولې ته څېرمه نوې رامنځته شوې امنيتي تگلارې ښايي د راتلونکې لپاره د هيلو ډکې وي خو په نژدې وخت کې ښايي د طالبانو په فعاليتونو کې زياتوالى ووينو."" ښاغلي براون لندن کې و وينا په ترڅ کې د ڼاټو په نورو غړو هيوادو غږ وکړو چې بايد په افغانستان کې د ٢٥٠٠ نورو ځواکونو په هکله د ناټو غوښتنه ومني . د جنوبي افغانستان په هلمند ولايت کې د ناتو په ځواکونو کې ٤٠٠٠ برتانوي عسکر شامل دي . ښاغلي برا ون وويل هغه انت� �اد کونکي چې په افغانستان کې په نولس سوه اتيايمو کلنو کې د شوري او د نولسمې پيړى په باى او دشلمې پىړى په پيل کې د برتانيا د ناکامې ذکر کوي دناټو ددې نوي ماموريت په ماهيت نه پوهيږي . ښاغلي براون وويل "" مونږ يرغل نه دې کړې . مونږ د يو داسې حکومت په بلنه تللې يو چې مشروعيت او ملاتړ لري "" هغه زياته کړه چې په ٢٠٠١ميلادي کال کې د طالبانو د ظالم رژيم د ړنگيدو وروسته افغانستان کې نوي ښونځي او روغتونونه جوړ شوي دي . نوي روزگارونه رامنځ ته شوي او کډوال بيرته خپل هيواد ته راستانه شوي دي . د ناټو ماموريت د افغانستان په سويل کې د بيا بيا لپاره د طالبانو له لورې د سيمو لاندې کولو او د جگړو بې سارې پراختيا په دغه سيمه کې د ناتو ماموريت له پوښتنو سره مخامخ کړيدى . دغو جگړو د ناتو د هغو ژمنو مخه هم اړولې چې ويل يې د خلکو زړونه به گټي او د ملکي تلفاتو م خه به نيسي . خو په افغانستان کې د ناتو پوځي چارواکي وايي چې د مني تر پايه به د دغې سيمې په حالاتو کې ژور بدلون � �اشي . په کابل کې زموږ همکار خپلواک ساپي د ناتو همدغه ماموريت ته ديو کتنې په ترڅ کې وايي : د افغانستان په سويل کې د ناتو د پوځي ماموريت له پيله بيا تر اوسه دوه مياشتې تيريږي . په دغه موده کې په ټوله سيمه کې جنگ جگړو په بې ساري ډول زور اخيستى . نږدې هره ورځ له وسله والو طالبانو سره د نښتو خبر ورکول کيږي . دا په داسې حال کې ده چې ناتو د خپل ماموريت د پيل په مهال د بيا رغونې د پروژو د مخې ته کولو له لارې د خلکو د زړونو د گټلو ژمنه کړې وه . اوس داسې ښکاري چې په سيمه کې د طالبانو د پرله پسې مقاومت له کبله د ناتو دغه ماموريت هم د سيمې ا� �تصادي پرمختگ ته د پام اړولو پر ځاې ورو ورو د بريد او مقابلې بڼه خپلوي . په کابل کې د ناتو ملکي وياند مارک ليتي دا مني چې د ماموريت بڼه له لومړنيو اټکلونو د لږ څه بدلون په حال کې ده . (( البته چې د ماموريت په بڼه کې يو څه بدلون راغلى . څه چې زموږ له راتلو وروسته پيښ شوي ، هغه د جگړو ډيروالى دى . دا د ناتو په گډون د ډيرو � �ه اټکله وتلې خبره وه . طالبان د سيمو د لاندې کولو او هلته د خپلو پښو د ټينگولو په هڅه کې دي . نو ځکه خو موږ جگړې او مقابلې ته اړيو او ددې پايله په سيمه کې د تاو تريخوالي ډيريده دي . )) ڼاټو په دې جگړو کې د سوونو طا� �بانو د وژلو خبره کوي . طالبان بيا له خپل لورې د ناتو ځواکونو او افغان سرتيرو ته د سر د درانه تاوان د اړولو ادعا لري . ملکي تلفات د سيمې ملکي استوگن بيا دا گني چې د دغو جگړو اصلي قربانيان گواکې همدوى دي . د کندهار د پاشمول اوسيدونکى ميزا محمد چې کور او کرونده يې په جگړه کې ويجاړه شوې ، دواړو لورو ته د پړې گوته نيسي . (( که طالب ځان نامې بولي خو وردې شي ، دوى هلته پر وچ ډاگ پراته دي ، ورسره معلومه دې کړي . که فير پرې کوي او که ځان پرې چوي . د طالبانو ځاى هم معلوم دى . ناتو دې هلته ورشي او ورسره معلومه دې کړي . خو زموږ سر په دې نه خلاصيږي چې دوى دواړه لوري ولې زموږ د کورونو مينځ ته راځي او په جگړو کې موږ تباه کوي . )) د سيمې يوه بله استوگنه چې د نوم له ښودو ډډه کوي وايي چې د ناتو او اتلافي ځواکونو د فعاليتونو تر مينځ څه توپير نه ويني . (( که ناټو ده که امريکايان دي ، موږ يو هم نه پيژنو . اول امريکايانو بمبارئ کولې او اوس ناټو بمبارئ کوي . موږ د کور پريښودو ته اړوتي يو او دا دى ښار ته راغلي يو . موږ له مرستو تير يو خو بمبارۍ دې راباندې نه کوي . )) خو ناتو د ملکي وگړو د تلفاتو او تاوانونو پړه پر طالبانو اچوي . وياند ليتي د پنجوايي وروستي عمليات يادوي او وايي چې طالبانو گواکې په دغه جگړه کې له ملکي وگړو نه د سپر په توگه کار واخيست . (( موږ د ملکي وگړو خونديتوب ته ډير پام کوو . موږ د مديوسا د عملياتو په مهال د خلکو د خبرولو لپاره له هوا نه پاڼې وشيندلې . له � �ومي مشرانو سره مو سلا مشورې وکړې . د مطبوعاتو له لارې مو خبر دارى ورکړ. تاسو وواياست ، له دې زيات څه کيدى شي . خو طالبان د دوى په کورونو ورننوتل او مورچې يې پکې جوړې کړې . )) خلک اصلا له چا سره دي ؟ دافغانستان په سويل کې د ناتو د روان ماموريت په تړاوو داسې گنگوس هم شته چې دغه ماموريت که ناکام ونه بلل شي نو لږ تر لږه له سختو خنډونو سره مخامخ دى . خو په کابل کې د ناټو پوځي وياند لوک کينيټيگ وايي چې جبهه د خلکو له فکرونو تيريږي اودا چې خلک گواکې له دوى سره دي ، نو ځکه خو دوى گتونکي دي . (( دلته جبهه د خلکو فکرونه دي . ښکاره ده چې د وگړو اکثريت طالبان نه غواړي . خلک سولې ته اړتيا لري او موږ هغوى ته د سولې د ورکولو لپاره دلته يو . موږ د دې � �پاره نه يو چې د طالبانو په اشاره نڅا وکړو . موږ به په يوه وخت په ټول هيواد کې په هغوى پسې ونه گرځو ، بلکه په ځانگړو سيمو کې به هغوى راايساروو او ځپو به يې . )) په افغانستان کې د ناتو د ځواکونو قوماندان جنرال ديويد � �يچارد هم وايي چې لنډ مهاله ستونزې د ناکامۍ معنا نلري . (( لنډ مهاله ستونزو موږ نه يو مات کړي . موږ يو ډير ښه پلان لرو چې په اړه يې زموږ له امريکايي ملگرو او افغان حکومت سره پوره پوره سلا مشورې شوي . زما باور دى چې له دغه پلان نه به د مني تر پايه ښې پايلې راووزي او حالات به په سويل کې ژور بدلون ومومي . )) له عملياتو وروسته بايد څه وشي خو په ولسي جرگه کې د کندهار ولاېت وکيل خالد پښتون سيمې ته په بيا بيا د طالبانو د راستنيدو � �امل د حکومت د بې پروايي پايله بولي . داسې چې په وينا يې له طالبانو نه د سيمو د پاکولو تر شا بيرته د سيمو خونديتوب ته گواکې پام نه کيږي . (( دلته يو لوى مشکل دا دى چې له عملياتو وروسته تعقيب او لټونه نه کيږي . دولت بايد د طالبانو د پاتې کسانو د نيولو هڅه وکړي . درې کاله مخکې همداسې کيدل . )) خو جنرال ريچارد وايي چې دوى به له دې وروسته کله هم اجازه ورنکړي چې د دوى تر کنټرول لاندې سيمو ته طالبان بيرته ورستانه شي . (( موږ به بيا دغه لوبه تکرار نه کړو . موږ به په ځانگړې سيمه کې امنيت راولو . د حکومت واک به ورغزوو او نړيوالې ټولنې ته به د بيا رغوونې شرايط برابر کړو. زموږ تکل دا دى چې په ځانگړي ځانگړې سيمه کې د طالبانو اغيز ختم کړو . )) خو له دې ټولو سره سره ځان وژونکي او د سړک د غاړې بمي بريدونه داسې يو گواښ دى چې ناتو يې هم کابو کول د اوس لپا� �ه ستونزمن بولي . د دې بيلگه د پنجوايي د دوشنبې د گهيځ بمي بريد وو چې د سيمې د ملکي وگړو د ژوبلې تر څنگه يې څلور کاناډايي سرتيري ووژل . ",برتانيا : د طالبانو سره جگړه سخته ده خوگټلاى يې شو 4923,," يوې ډلې فوځيانو په تايلنډ کې د فوځي کودتا له مخې واک ترلاسه کړۍ او ددغه هېواد لومړۍ وزير شيناواترا يې ، چې دا مهال په امريکا کې دي ،له دندې ګوښه کړي دي . د لومړي وزير ماڼۍ او يو شمير نورې دولتي ودانۍ فوځيانو کلابند کړي او د يوې اعلاميې په خپرولو سره يې ويلي چې ددغه هېواد له پاچا څخه ملاتړ کوي او ډير ژر به د واک چارې خلکو ته وسپاري .د فوځيانو کودتا په نړۍ کې مختلف غبرګونونه رامينځ کړي دي .د استراليا لومړي وزير د کودتا په اړوند ډيره خواښيني ښودلې ده . امريکا وايى چې حالت له نږدې څاري او اروپايى ټولنې له فوځيانو غوښتې چې ډير زر ولسواکه نظام ټينګ کړي . د ملګرو ملتونو سرمنشي کوفى عنان ويلى د ديپلوم اتيکو لارو څخه د سياسي بدلونوو ملاتړ کوي ،نه د وسلې د زور له مخې ! تايلند کې کودتا داسې مهال وشوه ، چې ددغه هېواد لومړۍ وزير د ملګرو ملتونو عمومي ناسته کې د ګډون په موخه نيويارک ته تللى دي . ",تايلند کې فوځي کودتا وشوه 4924,," ", 4925,,"   دملگرو ملتونو کلنۍ غونډې ته د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد دامریکې دمتحدو ایالاتو دولسمشر جورج بوش تر وینا وروسته په خپله وینا کې دامریکې دمتحدو ایالاتو اداره داسې وگڼله چې دټولې نړۍ لپاره دامنیت په خرابولو کې پوره او لوی لاس لري. احمدي نژاد وویل دامریکې متحد ایالات غواړي پرملگرو ملتونو خپل ټول زور واچوي او دغه اداره یې په خپل واک کې اخیستې نوموړي دغه راز دعراق په گډوډولو کې دامریکې سیاست کبرجن وباله او دعراق په ورانولو کې یې دامریکې متحد ایالات گرم وبلل. دخپل هیواد داټومي پروگرام په اړه یې وویل چې هیواد یې دسولیز پروگرام په اړه دغه پروسه پرمخ بیایي نوموړي وویل دده دهیواداټومي پروگرام دزروي نړیوالې ادارې ترڅار لاندې دی. تر نژاد وړاندې دامریکې دمتحدو ایالاتو ولسمشر جورج بوش ایران داسې هیواد وباله چې اټومي پروسه دنا امنۍ لپاره پرمخ وړي.  ",دایران ولسمشر پر امریکا سختې نیوکې وکړې. 4926,سیدعبدالله نظامي,"         له ځان سره دې یووړې هغه شپې له شوره ډکې اوس نشته دخوندونو شوگیرې له شوره ډکې چې نه اوري له ورایه ستا خوږې خوږې سندرې گودر کې پیغلو ماتې کړې چمبې له شوره ډکې دښکلو ښکلو ډلې دې له ځان سره خورې کړې بدرنگو ته دې پریښي زمانې له شوره ډکې ""شاداب""او""شرر"" گونگي ژبي ناست وي په محفل ""غروال""او ""ټکر"" نه کوي کیسې له � �وره ډکې فرهاده یاره دا غلې دنیا راته زندان دی دخدای لپاره بیا راوړه شیبې له شوره ډکې زما ""نظامي"" یاره لا هم هغسې فرهاد یم رپیږي مې مزار باندې جنډې له شوره ډکې  ",دځوانیمرگ طاهر فرهاد په ویر کې 4927,سیدعبدالله نظامي-کنړ,"     درقیبانو سره مل جانانه وخت نلرو ځه چې په چا دې زړه ورځي قربانه وخت نلرو وخت به راځي، ښکلي به غږ کوي چې مینه کوو ""نظامي"" مونږ به ورته وایو گرانه وخت نلرو ",وخت نلرو 4928,," د ناټو يو وياند مارک ليتى کابل کې خبريالانو ته د کندهار ولايت د ژړۍ او پنجوايى ولسواليو کې د بيارغاونې په چارو کې د ميليونونو ډالرو د لګښت يادونه وکړه او زياته يې ، جرمني د يو ميليون يورو ، هالنډ او نورو هېوادونو هم د پام وړ مرستو ژمنې کړي دي ، چې د نړيدلو او ويجاړ شووکورونو ، روغتيايي کلينکونو ، ښونځيو ، سړکونو اونورو برخو په بيا جوړولواو رغوولو کې به ولګول شي .نوموړي وويل چې د افغان ځواکونو په مرسته به په مهمو ځايونو کې خپل ځواکونه ځاى پر ځاى کړي او طالب جنګياليو ته به اجازه ور نکړي شي ترڅو بيرته په دغو سيمو حاکم شي .ده وويل د طالبانو له شړل کيدو څخه د حالاتو د ښه کيدو لارې چارې رامينځ ته شوي ، خو دا نه شم منلۍ ، چې سل په سلو کې به دلته امنيت وي . نوموړي په سيمه کې د سړک د ماينونواو د ځانمرګي بريدونو پېښدل له امکان لرې ونه بلل .په وروستيو کې د ژړۍ او پنجوايى ولسوالۍ د طالب جنګياليو سره د افغان او ناټو دځواکونو د جګړې تود ډګر و،چې له امله يې ملکي وګړي خورا ډير زيانمن شوي او دواړه سيمې پوره ځپل شوي دي.ناټو ادعا کوي چې سيمې يې له طالب وسله والو څخه پاکې کړي او تر ٥٠٠ ډير طالبان يې وژلي دي . ",دځپل شووولسواليوله پاره د ناټودبيارغاونې ژمنه 4929,," د ايساف په يوه خپره شوې اعلاميه کې راغلې ، چې د وروستۍ جګړې په ترځ کې يې د هلمند دګرم سير ولسوالۍ کې ١٠ تنه طالب جنګيالي وژلي دي. د وينا له مخې د ناټو ځواکونه هغه مهال تر وسله وال بريد لاندې راغلل ، چې د افغان عسکرو او پوليسو په روزنه بوخت وو.د اعلاميې له مخې په بريد کې د وسله والو ٣ موټر ويجاړ شوي دي . له دې وړاندې پرون د هلمند د پوليسو مشر ادعا وکړه چې د ګرم سير ولسوالۍ کې ١١ مخالفين مړه او ٤ نور ټپيان شوي دي . ",ناټو: لس تنه جنګيالي هلمند کې وژل شوي 4930,," افغان ولسمشر حامد كرزي په نيويارك كي د ملګرو ملتونو ۶۱ مي غونډي ته خپله وينا وكړه. نوموړى په تېر يوه كال كي د خپل حكومت پر لاسته � �اوړونو او پر ځينو ستونزو چي په له منځه وړولو كي يې پاته راغلى دى وږغېد. كرزي د خپلو خبرو په يوه برخه كي وويل په هيواد كي يې د ترهګرو له خوا د ښوونځيو د سوځولو له امله سږكال دوه سوه زره ماشومان د زدكړي له نعمت څخه بې برخه شوي دي.ولسمشر وويل يوازي په افغانستان كي د ترهګرۍ په وړاندي جګړه د دې ستونزي د حل لاره نه ده، نوم وړي وويل نړيواله ټولنه دي د ترهګرۍ په وړاندي مبارزه د افغانستان څخه دباندي هم پر مخ بوزي، چيري چي د ده په وينا ترهګر روزل كېږي. ",ولسمشر كرزي د ملګرو ملتونو په غونډه كي وينا وكړه 4931,," نن سهار تقريباً لس بجې ايتلافي ځواكونو د كندهار په ناګهان (د شاه آغا دوراهي) كي پر يوه موټر باندي ډزي وكړې چي له امله يې يو تن لاروى زخمي شو.عبدالقيوم د كندهار ولايت د ناګهان كلي اوسېدونكى چي اوس په ميرويس روغتون كي تر درملني لاندي دى وايي چي د ايتلافي سرتيرو له كاروانه هغه وخت ډزي ورباندي وشوې چي سرتيرو يوه سراچه موټر ته له سړك څخه د اوښتلو وويل، دى وايي چي له سړك څخه د هغوى په كښته كېدو كي ځنډ راغئ او ورسره سم د كاروان له خوا تر بريد لاندي ونيول شول، او دى (عبدالقيوم) چي پر بايسكل سپور وو زخمي شو. ",ايتلافي سرتيرو په كندهار كي يو ملكي كس ټپي كړ 4932,"حبيب الله غم خور"," ليکونکی  :حبيب الله غمخور دوهمه برخه ايااغزن ديوال په رښتيا دتروريستانود مخنيوي لپاره جوړېږې اوکه پدې بهانه د� �يورند کرښه په رسمې سرحدبدلول غواړې ؟ کابل ته دپرويز مشرف دوروستی سفر نه دري ورځي   وړاندي داخبر چي دډيورنډ پر کرښه داغزن ديوال جوړيدل دهغه کميسيون په موافقه پيل شوي دي کوم چي  دپاکستان او افغانستان دهيوادونو تر منځ دورستيو تاوتريخوالي  اوافغانستان ته له پاکستان څخه دتروريستانو دراتگ دمخنيوي په خاطر جوړ شوی دی  .داخبر په ټوله نړۍ کې دافغانانو دنفرت وړوگرځېد اوپدي هکله يې جدي غبرگون ښکاره کړ. داکميسيون  په هيڅ ډول دافغان ولس اودپولې هاخوادپرتوقومونوله موافقي نه پرته پر خپل سر دپښتنو اوبلوڅوقومونوپه کو� �کې اغزن سيم د تير ېدو حق نلري . تر اوسه په افغانستان کې هيڅ کوم مقام ته دولس لخواداصلاحيت ندۍ ورکړه شوی چي دافغانستان اوپاکستان ترمنځ د پولي په هکله  دکرښې ددواړو خوادپرتو خلکو له دارادې او خوښې نه پرته  دي پر خپل سر پرېکړې وکړي  . که په لنډه توگه ددي منحوسي کرښي پس منظرته نظر واچوو دابه راته څرگنده شي له هغي ورځي نه چې دانگليسي پ� �اره اوهندي مورنه دا ارامزاده منځته راغلۍ،پر خپل سر ئې ځان دخپل پلار (انگريز ) ميراث خور بللۍ ؛ مگر داځينې و� �که ده چي کوم ميراث خوړلاي شي اوکوم يي ستونۍ ورڅيری . دپاکستان او افغانستان تر منځ په ټولو ديپلوماتيکو مناسباتو کښي دپاکستان دسياست دملاتير همدا په افغانستان باندي د � �يورنډ دخائينانه کرښي منل جوبړوي . زه دوي دبې شرمانه تلاښونو څو بيلگې دلته راوړم تر څو لوستونکی پدي پوه شي چي پاکستان هيڅ وخت دافغانستان سره دواقعي دوستی علاقمند نه و ،اونه به په راتلونکی کښي داکار وکړي ؛تاريخ شاهد دۍ چي پاکستاني چارواکو له ديموکراته  تر جنراله تل خپلو کرغېړنو مخوته درسيدو په خاطر لومړۍ په افغانستان کې دولتي چارواکي او افغان ولس له ستونزو سره مخامخ کړي اوبيا يې  دهغوي داوارولو لپاره گويا دوستۍ لاس  ورغځولی دی ،خو دغه راغځول شوۍ لاس هم  تل تر څېنگلو په زهرو ککړوي . ۱/ داچې دپاکستان دجوړېدو نه بياد مرحوم داؤد خان دحاکميت تر وخته په کومو نيرنگيو او ډولونو دافغانستان   په کورنيو چارو کې مداخلې کړې اويا يي دولتي چارواکو ته دډيورند دکرښې دپه رسميت پېژندلو لپاره مراجعي کړي  ټولو ته څرگندي دي دلته  يې  دتکرار ليکلو نه ډډه کوم ،په حقيقت کې پدې ورستيو لسيزوکښي  دمنظمي مداخلې پيل له هغه ورځي ش� �وع کيږي چي پاکستاني استخباراتوپه پښور کې د احمدشاه مسعود هرکلی وکړاوبيا يي هغه ديوې ډلې سره په هر څه سم بال دداودخان دحاکميت په مقابل کي پنجشير ته راولېږه او تر هغه وروسته يې گلبدين اوبيا دجميعت ډله يوپه بل پسې په پاکستان کي ومنل اوهلته يې دهغو په روزنه پيل وکړ. ۲/  پسله هغه چې په افغانستان کې دولتي واک مرحوم نورمحمد تره کي ترلاسه کړ ،غرب په اشاره ددې ډارنه که په افغانستان کې دغه  غورځنگ بريالی شي ،اوهغه څه چې داگوند وايي پلي شي په هغه صورت کې به له يوې خوا په پاکستان او ايران کې امريکا پلوه حاکمانو حاکميت  له جدي خطر سره مخامخ شي ،اوددغو هيوادو ولسونه به په افغانستان کې دمثبتو تغيراتو  په ليدلو سره دخپلو حاکمانو دقدرت دماڼۍ دړنگېدو پر خلاف راپورته شي، متاسفانه دغه گوند هغه څه چي په خپله کړنلا� �ه کې ليکل وه پياده نکړه دگوند داخلي ستونزي ،دحکومت کولو تجربه نلرل اودجامعي عيني واقيعتونوته دقيقه پام� �رنه نه کول ،دا اويوشميرنور کورني اوبهرني دلايل او فکټونه ددې باعث شول چې افغان ولس پر مخ  دسوکالۍ پر ځاي دبدبختۍ دروازې پرانيستل شوې . دبلي خوا دساړه جنگ په دوران کې غربي نړۍ او امريکا په هيڅ ډول  په سيمه کې دشوروي  دسياسي او اقتصادي نفوذ دپ� �اختيا موندلوسره موافقه نه وه . امريکا او غربي هيوادودپاکستان دآي اس آي داستخباراتي سازمان په مرسته دهغو پذريعه چې دمرحوم داودخان دحاکميت پر ضد يي روزلي وه دافغانستان په کورنيو چاروکښي پدې  نامه چي دمرحوم نورمحمد تره کي  پلويان اودحاکم گوند غړې کافران دي  ،داسلام له مقدس دين له نامه نه يو ځل بيا ناوړه استفاده پيل کړه ،خلک دحاکميت پر خلاف جگړې او بغاوت ته تشويق سول . دهمدغه کال په مني  ضياالحق په يوه ناڅاپي سفر کابل ته راغۍ اوپه پغمان کښي يې دنورمحمد تره کي سره په خبروکي دغه ټکي ته په ډيرو دپلوماتيکو پېچلو الفاظواشاره وکړه که چيري دافغانستان  نوی حاکميت دډيورند کرښه په رسميت وپېژني پاکستان حاضر دی دافغانستان سره ډيري مرستي وکړي  او دکډوالو ددباره راگرځېدوزمينه برابره کړې  . نورمحمد تره کي  په ځواب کې ويلي وه  : ((. . . دپاکستان خواريکښان اوعام ملت  دافغانانوورڼه او دوستان  دي،موږ دپاکستان په داخلي چاروکي دمداخلې کولو اراده نه لرو،خو دپښتنو او بلوڅو دملي خوداراديت غوښتلو دهيلو،دبشر دحقوقو داعلاميو او بين المللي قوانينو سره سم په سوله ايزلارودحل کولو حمايه کوو.دسرحدي کرښو منل اونه منل زموږ دانقلابي دولت دواکهوتلی کاردی ،اودپښتونستان مسله داستعمار له دوري څخه راپاته سوې لانجه ده ،پدغه هکله دافغانستان دلويو جرگواودخلکودا� �ادو پرته څه نشو ويلاي )).   هغه وخت چې په ۱۹۷۹م کال دسپتمبر په مياشت کې  نورمحمد تره کی دناپېيلو هيوادو په کنفرانس کي دگډون لپاره کيوباته تللی و ،هلته هم دهغه او ضيا الحق تر منځ په خبرو کې دا مسله دضيا الحق لخوا يو ځل بيا ياده شوي وه ،خو دتره کي لخوايې هغه په  پغمان  کې ورته ويل شوی جواب يوځل بيا تکرار واورېد . ۳/  افغانستان  ته د پخواني شوروي ترراتگ وروسته ډير شمير افغانان پاكستان ته كډوال شول، پاكستان د((اسلام پوله نه پيژني)) تر مذهبي شعار لاندي  وغوښتل د ډيورند د كرښي شخړه د ځان په ګټه حل كړي   وتوانېدلاي شول  د اول ځل لپاره د ګلبدين حكمتيار لخوا د پاكستان او افغانستان  تر منځ د كانفدراسيون وړانديز وکړي ، د افغانانو د ډير ستونزمن حالت سره  بيا هم هيچاددغه پلان  او شعار ملاتړ و نه كړ.۴ /  كله چي گرباچف دگوند په کنگره کې له افغانستان څخه دخپلو پوځونو دايستلو اعلان وکړ، د پاكستان دهغه وخت  صدراعظم محمد خان جونيجو د ژنيوا دسولي تړون دلاسليك په هكله د پاكستاني ګوندونود ملاتړ ترلاسه كولواود هغوي سره دمشورې  په خاطر  د پاكستان د  ټول ګوندونو په گډون يوه پراخه  غونډه راوبلل ، په  دغه غونډه کې د پيپلز پارټۍ مشري  ((بي نظير بوټو))چې اوس دحق اوعدالت چيغې له لندن  څخه وهې  غوښتنه وكړه چي پاكستان بايد د ژينواد تړون د لاسليك په بدل كي له افغانستان نه وغواړي ترڅو د ډيو� �نډ كرښه د دواړو هيوادونو درسمي سرحدي پولي په توګه په رسميت وپيژني .۵/  په كابل كي د قدرت په سر د تنظيمي جګړوپاکستان ته دمجال ورنه کړ چي دمجددي اويارباني نه دډيورند دک� �ښي دمنلو غوښتنه وکړي ، په هيواد کښي حالاتو داسي تغير وخوړ چي پاکستان او امريکاپه گډه په افغانستان کې  دپه اصطلاح جهادي تنظيمو دحاکميت پر ځاي دطالبانوپه نامه يو حرکت له پاکستان څخه پيل اوډير ژريي دحاکميت پرگدۍ کښيناوه ، داچي دغه حاکميت څومره وکولاي شول دپاکستان اوپه پاکستان کي دافراطې اونسټپالو ډلوکرغېړني موخي پلې کړي دابل سوال دئ اوداچي ولي امريکاوغوښتل په خپل لاس قدرت ته رسولي دومره ژر له واکه گوښه کړې نن زموږ دغبرگون ليک موخه نه ده ،يوڅه چې موږ ته څرگند دی هغه دادی چې ، دهمدغو طالبانو چې ترهمدا اوسه ددوي په مالي اومادي مرستوپه افغانستان کې په جگړه م صروف دي  ،افغاني وجدان   داونه منل چي خپله خاوره پر تو� �لينگيو پاکستانيانو خرڅه کړي ،  يو هیأت دسرحداتو دوزير مولوی جلال الدین حقانی په مشرۍ د پاكستان دصد� �اعظم نواز شریف سره دخبرو لپاره پاکستان ته ولاړ اوهلته يي دپاکستاني چارواکو نه وغوښتل چي خپلې تاڼې بيرته هغو ځايو ته چي مخ کښي له جهادنه ( دسردارمحمد داؤد خان په وخت کې وې )انتقال کړې .پردي موافقه وشوه چې دواړي خوادي دکرښي دپخوانۍ نقشي له مخي موافقي ته سره ورسېږې . دډيورنډ دکرښي دسرنويشت په هکله طالب چارواکو وويل چي تر اوسه موږ ټول افغانستان تر خپل سيا سي نفوذ لاندي نه دی راوستلۍ او نړيوال هم دوي په رسميت نه پېژنې او داسي يوه شورا چي وکولاي شی دافغانستان دټولو خلکو استازيتوب وکړي هم نشته چي پدې هکله تصميم ونيسي ، ځکه نو خبره راتلونکی ته پاته شول ،دوي داړينو نقشو د پيداکېدو په تلاښ کې شول  چي پنځلس ورځې وروسته تر دغو مذاکراتو نواز شریف له واک نه ايسته  هر څه بي نتېجې پاته شول .  اوس د ترهګري سره د مبازري په پلمه پاكستان يو ځل بيا غواړي دا كرښه پرافغانستان په رسميت وپيژني اود همدي خامي هيلي د پوره كيدو په خاطر مشرف په ۲۰۰۵ م کال هغه وخت چي دملگروملتو دسازمان په غونډه کي دبرخي اخيستو لپاره امريکاته تللۍ و دامريکا له بهرنيو چارو وزيري کاندوليزرايس  سره په خبروکي دا وړانديز وکړ ددي لپاره چې دپاکستان څخه ا فغانستان ته دترهگرودتيرېدو مخه نيول شوې وي اړينه ده چي د افغانستان او پاكستان پرپوله  اغزن تارونه وغځول شي . دسياسي څېړونکی پدي باور دي ، پردي سره بيره چي  پاکستان پدي ښه پوهيږي چې ددواړو هيوادو تر منځ سرحدي معضله تر اوسه نده حل شوې دداډول وړانديزپه وړاندي کولو سره نوې سياسي ستراتېژې مطرح کوي . دپرويزمشرف داوړانديز دکرښي دواړو خوا پرتو ولسونو دسخت غبرگون اونفرت  دڅرگندولوسره مخامخ شو ، خوپاکستاني چارواکو دا ځل هغه څه چې په ديگ کښي وه په کاسه کي  راويستل ، د سرحد ايالت ګورنر خليل الرحمن وويل : څرنگه  چي د ډيورنډ دكرښي ميعاد تير شوی دی  د پاكستان حكومت بايد د افغانستان حكومت سره پدې هکله خبري وكړي ترڅو يو نوي تړون لاسليك شي . دا و هغه شف شف !  دپاكستان دټولو هڅو محور همدا دی چي افغانستان بايد دډيورنډ كرښه په رسميت وپيژني ، اوس چي افغانستان د ترهګري سره په جګړه کې بوخت دي د پاكستان لخوا د ډيورنډ پر كرښه په ه بڼه چې کيږي دسرحد په توگه وپېژندل شي . داپداسي حال کې چي پدا ټوله موده کې د ډيورنډكرښه نه  افغانانو او نه هم دکرښي هاخوا پرتو قومونو � �پاره دمنلو وړ گرځېدلې ده، د پښتنو اوبلوڅو ټولو هغه سيمو چي اوس د پاكستان په ولكه كي دي ، سرنويشت بايددنړيوالو منل شوو اصولواو دبشر دحقوقو داعلامي  پر اساس ددواړو خوا دپرتو قوم ونو ديوي باصلاحيته مقام  چي دولس دواقعي ارادي څرگندونکی وي ددپرېکړې له مخي وټاکل شي . د سپتمبر دخونړيوپيښونه وروسته دپاكستان پوځي حكومت دطالبانودپلوي نه په ښكاره لاس په سر شو،اودت� �وريزم په وړاندي دنړيوال ايتلاف ديوه متعهد غړي په توګه يي دتروريزم په ضد جګړه كي دفعال رول لوبولودروغجن سياست پلي کول پيل کړه،دامريکا اونړۍ دنورو هيوادنه يې پدې نامه تر ((پنځه ميليارډه )) زيات ډالر ترلاسه کړه  . په افغانستان كي ناامنيويوځل بيا دتروريزم سره دمبارزي په هكله دپاكستان درول په اړه دافغانانو اونړيوالو سره يولړپوښتني اوانديښني راپيداكړې  .عملأ داټولوته ښكاره شوه چي زموږ په هيوادكي دوروستيوناامنيو او کورنی تاوتريخوالي  اساسي عوامل دپاكستان له خاوري  راولاړ شوي دي ،دهيوادپه جنوب اوجنوب لويديځوسيموكي  دامنيتي ځوا ك و نو دعملياتوپه ترڅ كي چې كوم ترورستان نيول شوي له هغونه داسي شواهد اواسناد  لاسته راغلي  چي په ښكاره توګه زموږ په هيوادكي دپاكستان  دلاسوهنو شاهدي ورکوي ؛خوپاكستاني مقامات دالاسوهني نه مني ،اوپه زياته سپين سترگۍ سره داسي ښي چي پاكستان دتروريزم په ضد جګړه كي په رښتياسره دافغانستان پلوی او له نړيوالو سره يوځاي ديوه وفادارغړي په توګه دتروريزم پر ضد مبارزه کوي ،په داسي حال كي چې د افغانستان   په ناامنيوكي دپاكستان مستقيم اوانكارنه منونكي لاس وهنو باندي پدې ورستيو کښي دبهرنيو هيوادو مشرانو هم اعتراف وکړاو څرگنده يي کړه چي ترهگر اوځان وژونکی په پاکستان کي تربيه او افغانستان ته را� �ېږل کيږي ،دهالنډدصدراعظم ،هسپانې ،المان ،ايتاليا اوکانادا دځينو مشرانو څرگندوني زمورږددې ادعاد بهترين ثبوت بيلگې دي .  پدي ورستيو کښي دامريکا دبهرنيو چارو وزيري ،په خپله دامريکا جهمور رئيس جورج بوش او دامريکا دسفير په ځينو څرگندونو کي له ورايه معلوميږي چې دوي هم دامني چي پاکستان دتروريزم پرخلاف مبارزه کي افغانستان او نړيوا غولوي .  دپرويز مشرف وروستی سفر په درشل کې د بريتانيا د به� �نيو چارو مرستيال وزير کيم هووالس  پخپله  يوه وينا کي په ډاگه  وويل : افغانستان به هغه  وخت سوکاله  شي چې پاکستان ژمنه وکړي چې دغه هيواد کې به د ترهگرو د روزنې مرکزونه وتړل شي .  . . پاکستان بايد د ترهگرو سرچينې وچې کړي  . بي بې سې کله چي پر پاکستان دنړيوالو لخوا  فشار راشي  بيانو پاكستاني  پوځيان او آي اس اي  دلاس وهنو څخه په انکار سره ،دالاس وهني دپاكستان دمذهبي ګوندونوكارګڼي .  پښتون سياست وال او څيړونكي افراسياب خټك دطلوع تلويزيون سره ديوي مركي په ترڅ كي دپاكستان دمداخلوپه هكله وويل چي : څه موده مخكي  دپيښوردقول اردوقوماندان جنرال صفدرحسين ويلي چي طالبان له سره راغونډيږي اودپاكستان مذهبي ډلي له دوي سره همدردي لري ،دخپلوګوندونوكسان ورسره ملګري كوي اوافغانستان ته يي ليږي ،خووروسته دپاكستان دمذهبي ګوندونواتحاد  ( ايم ،ايم ،اي ) داخبره ردكړه اوپه دي هكله مولانا فضل الرحمن يوبيان وركړاوڅرګنده يي كړه چي دامذهبي ګوندونه ،نه دي چي افغانستان ته دوراني لپاره كسان ليږي ،بلكي داپخپله دپاكستان حكومت دي چي داكاريي پيل كړي اوپه دي لړ كي يي دمانسهري ديوه نظامي كمپ يادونه هم وكړه چي په دغه كمپ كي زيات شمير كسانوته نظامي زده كړي وركول كيږي اوبيا افغانستان ته دورانيولپاره ليږل كيږي ؛ دپاكستاني مشر جنرال پرويز مشرف دمولانا داخبره په كلكه وغندل اوپه ښكاره يي وويل :چي دادمولانا فضل الرحمن دجميعت العلما ګونددی چي له طالبانوسره همدري اوهمكاري � �ري ،طالبانوته يي پناه وركړې اود هغوي سره يوځاي افغانستان ته خپل كسان ليږي اوپه افغانستان كي ترورستي اعمال ترسره كوي .  افراسياب خټك زياته كړه چي دجنرال مشرف داڅرګندوني څه ساده خبري نه دي داډيري جدي خبري دي ،داپه پاكستان كي دحكومت اومذهبي ګوندونوترمنځ ديوه نوي سياسي كړكيچ شروع ده  . افراسياب خټك وايي : دتروريزم سره دمبارزي اودافغانستان په هكله دپاكستان سياست رښتيانی سياست نه دي  د هم دغه  دروغجن سياست له امله پاكستان ته داټولي ستونزي اومسئلي راولاړي شوي دي  پاكستان ته په كارده ترڅودرښتيني سياست لاره غوره كړي اودتروريزم سره دجګړي په ډګر كي خپل رغنده رول و� �وبوي ،او دافغانستان په وړاندي ددښمني اودوه رنګي له سياست نه لاس واخلي . دپاكستان  مشهورژورناليست احمدرشيد هم په افغانستان كي دپاكستان دمداخلو، دپوځي حكومت اومذهبي ګوندونوداختلاف په هكله پخپله يوه وروستي مركه كي وايي : ما په دي وروستيوورځوكي دافغانستان دپيښوپه هكله دجنرال پرويزمشرف سره دوه نيم ساعته ناسته لرله ، اوله هغه نه مي دافغانستان دپيښو اومداخلو په هكله پوښتني وكړي ، هغه په ښكاره وويل چي دامداخلي نه دپاكستان دپوځ له لوري اونه هم دپاكستان داستخباراتو(اي ،ايس ،اي ) له لوري دي داټولي مداخلي دمولانا فضل الرحمن دګوند له لوري ترسره كيږي ،دغه رازهغوي زياته كړه چي ځيني م� �هبۍ كړۍ په كويټه كي شته چي دطالبانوسره مالي اولوژيستيكي مرستي كوي ،همداډول يوشميركسان دپيسوپه وسيله � �اغونډيږي اوافغانستان ته دورانيولپاره دطالبانوسره يوځاي ليږل كيږي . جنرال مشرف په خبرو کې يې داسي وښودل چې گواکي  دمذهبي ډلو په دغو مداخلو کې همغاړۍ نه دی ،پدې صورت کې کيداي شي دجنرال مشرف نه پوښتنه وشي ،دغه مذهبي ډلي چې هغه ورته اشاره وکړه په پاکستان کي اوسي؟ دپاکستان قوانين  مني؟ ايادوي رسمي فعاليت نه کوي  ؟اوپه دولتي اړونده ارگانو کې ثبت نه دي؟ ايادوي په پارلمان او سوبه يي حکومتوکې استازي نه لري؟ اونوري . . . اياجنرال صاحب له دېنه سترگې پټو ي کله چي دپاکستاني واکدارو اړتياوي دوي مظاهرو او بيرغوسوځولوته دشارواټونوته راباسي  ؟ دآي اس آي  او دغو مذهبي ډلو تر منځ دډيرو نژدې او محکمو اړيکو څخه سترگي پټوي ؟ داهر څه تر لمر روښانه فاکټونه دي له هغوي منکرېدل دافغان ولس اونړيوالو په سترگوکښې دخاري اچولو مفهوم لري  اودهيچا لپاره داراز څرگندونې دمنلو وړ نه دي . په پاکستان  کې دجمعيت العلماي اسلام مشر مولانا فضل رحمن  بيا ټولي نړئ ته په جار سره وويل چي اوس ، ترهگر ان دوزيرستان له لاري افغانستان ته ليږدول کيږي اودمانسهري  په پوځي کمپونو کي روزل کيږي  ،مولانا نه يوازي داچې له پاکستان څخه افغانستان ته دترهگرو درالېږلونه پرده پورته کړه دايي هم نړيوالو ته څرگنده کړه چې دما نسهري په سيمه دروزلو کمپونه هم شته . مولانا صاحب  ته بايد څرگنده کړوچې موږپدي کوټلی باورلرو ،دترهگرو دروزلو داسي کمپونه  چې يووازي دپاکستان استخبارات ،پوځې او دولتي اړونده چارواکي پري خبر دي ډير شته . دخيبر دتلويزيون سره په يوه مرکه کې دنشل عوامي گوند مشر  اسفنديار ولي واضح او څرگند وويل چې : پاکستان دتروريزم  په خلاف جگړه کې صادق نه دی اوپه افغانستان کې يې خپل رښتيني کردار نه دي ترسره کړي ،هغه زياته کړه د پاکستان له لوري  اوس هم دافغانستان په وړاندي يوه منظمه جگړه روانه ده  ،اوپه افغانستان کې  يې دروانو غلچکي  بريدونو او ورستيو زړه بوږنوونکو پېښو ملامتي پر پاکستاني چارواکو واچوله ،اوڅرگنده يي کړه چې طالبان په يوازني دداسي منظمو حملو او بريدونو توان نلري  . دحاجي عمر چي په جنوبي وزيرستان کي يي ځان ددولت دمخالفو ډلو مشر باله پسله هغه چې دپاکستان دحکومت سره کابل ته دمشرف تر راتگ څو ورځي دمخه دهمکاری تړون لاسليک کړ وويل : دپاکستان ددولت سره مي قرارداد وکړ چې دپاکستان د مرکزي حکومت سره به جگړه نه کوي ،ولي په افغانستان کي دبه� �نيو قواوپر خلاف به مقاومت ته دوام ورکوي  ،دا ډول ويناوي ددې څرگنده بيلگه نه ده چې دا ښاغلی تر پردي شاته همدا اوس هم دآي اس اي په هدايت دافغانستان  په پاکه خاوره کې دپاکستاني پوځيانو تور ارمانونه تر سره کوي ؟  که داښاغلی دومره پر اسلام مين او فدايي وي کېداي شي  فلسطين  ته ولاړ شي، ولي هلته نه ځي ؟ ولي په خپله پاکستان کې دبهرنيانو پر پوځې اډوباندي دجهاد ږغ نه پورته کوي ، په پنجاب او اسلام اباد کي څه تيريږي ؟ او نور داسي په سلهاو ولي . . . ! دليل يې روښانه او څرگند دی دپاکستاني چارواکو دته دداډول کړنو دستور نه دی و� �کړۍ .   ښاغلې حاجي عمر اونوروهغوته چې دافغانستان مسلي ته مذهبي رنگ ورکوي  يوازي دافغانستان دوتلي سياسي  څيړونکی او ليکوال  عبدالحميدمبارز  پدې هکله نظر چې دپژواک خبري  آژانس ته ويلۍ کاپي بولم هغه وايي  : (( بنيادگراها و ISI پاکستان يکى شده ،مردم ما را تحريک مى  نم ايند.)) هغه زياته کړه دافغانستان موضوع مذهبي بڼه نلري ،که افغانان نه واي اوس به دهر پاکستاني نوم هيره سنگ اويا هيرالال واي ،پاکستان موږ ته اسلامي ښوني نشي کولاي ،دا افغانان وه چې دوي ته اس� �امي ښووني وکړې .)) همدا ډول  داکترنورانى څېړونکی  او ورځپاڼه ليکونکی دمبارز صاحب دخبرو په تايد وايي  : (( اين سياست تحريکى حلقات معين احزاب اسلامى و ISI است که افغانستان را اشغال  شده براى مردم ما   نشان ميدهند و تبليغ مى  نمايند.)) نوموړی وړاندي وايي :(( اين مسلم است که طالبان ح مايت گر بيرونى دارند و پاکستان مردم ما را تحريک مى نمايد، تلاش مى  نمايد که رهبرى پروسۀ فعلى جهانى را در ارتباط افغانستان بدست گيرد .)) نوموړئ وړاندي وايي : ((همچنان پرتو نادرى مدير مسؤول مجلۀ جامعۀ مدنى و کا� �شناس ، به آژانس خبرى پژواک گفت که سياست ستراتژيک پاکستان اصلاً تغير نکرده به ظاهر چاره اى ندارد تا خود را عضو ائتلاف ضد تروريزم نشان ندهد،اما در حقيقت تا زمانيکه امتياز خود را در ارتباط خط ديورند نگيرد، آرام نم ى نشيند.)) حبيب اله  رفيع  هم دامني چې : (( پاکستان غواړي چې افغانستان ناارام پاتې شي او له دې نه هغوى ګټه واخلي دډيورنډ دکرښي سهيل ته پراتو قومونو کور واکي له منځه يوسي ، دا پاکستانى خپرونو او لاس پوڅو ته چې هر رنګه ISI ډول وهي هماغسې ورته اتڼ کوي .)) دپاکستان مشر په خپل وروستي سفر کې دخبريالانو سره په مرکه کښي ومنل چې  چې ځينې القاعده او وسله وال طالبان لا هم د دوى � �ه خاورې افغانستان ته اوړي خو د دۀ په وينا يې مخنيوى خورا گران دى . داچې ولي گران دي دا هغه پلمه ده چې پاکستاني چارواکي يي په يوه اوبله بڼه وړاندي کوي  د ډيورنډ كرښي نه هاخوا د قبايلي سيمو پښتانه  اوبلو څ کور واکي درلوده  پنجابي  واكمني  يې په پوره توګه نده منلې، پاکستاني جنرالان د ت� �هګري سره د جګړي په نامه غواړي  هغه ټولي قبايلي سيمي چي تراوسه يې يو څه خپلواكي د� �لوده ترخپلي ولكي لاندي راولي . په قبايلي سيمو خپلي واكمنی ته د پراختيا وركولو په � �وبه كي  په افغانستان كي ورانكاريو ته د لمن وهلو له لاري د ترهګري پرضد د جګړي په اوږدېدوكي يو بل عمده هدف هم لري ،پدې نامه پاکستان  دقبايلو پدغو سيمو کښي تر  (( ۸۰ ))زره  زيات پوځ ځاي پر ځاي کړ او ))۷۶۱ ))پوستې يې جوړي کړې که دا ((۸۰))زره پر ((۲۴۰۰))ووېشو نو معلوميږي چې پر هر کيلو م تر څومره پوځي کسان  پراته دي . طبعي ده چې دپوځي اکسان به وسله اودرادار وسايل هرومرو له ځان سره لري ؟  غير له هغه نشي کيداي يوسيمه وساتل شي ،اوس تاسو فکر وکړۍ  چې د دغه پوځ په موجوديت کې ترهگر له پاکستان څخه راتيرېږي اوتر عملياتو وروسته دوباره په ډا� �ه زړه پاکستان ته ځې مگر دوي يې نه ويني ؟؟؟ واقيعت دادۍ چي دا پوځ دکرښي نه دترهگرو دراتيرېدودمخنيوی  لپاره نه دی ځاي پرځاي شوۍ په همدي پلمه  داپوځ پدغه سيمه کې ددې سيمي دخلکودعنعنوي اوتاريخي  کور واکی دله منځه وړلو اوهلته دپاکستاني جنرا� �انودظلمونو او تيريو په مقابل کي دپاڅون دځپلو په خاطرځاي پرځاي شوی دی ؛ او تر څوچې داجنرالان  لازم وبولي هلته به پاته وي . ده� �الد تريبيون ورځپاڼي  چې بريتانيا کې چاپيږي ، دروان م کال دجوزا دمياشتي په څلرم ه  نيټه دپنجشنبې دورځي په خپرې  شوي گڼې کې په افغانستان کې دنا اراميو دډيرېدواو دپاکستان داستخباراتي سازمان ( ISI) درول په هکله دنړی مشهور ليکوال  امين صيقل په خپله مقاله  کې ليکي : ((تحليلگران استخبارات (سازمانهای جاسوسی) غربی به صو� �ت گسترده ای معتقدند که بدون حمايت پاکستان و اجازه استفاده از قلمرو اين کشور، طالبان نمی توانستند تا به ح دی که امروز ديده می شوند، منسجم شده و قدرت مقابله با ارتش افغانستان و نيروهای ائتلاف را پيدا کنند.)) هغه و� �وسته ليکي((  حتی اگر ژنرال پرويز مشرف رييس جمهور پاکستان، شخصا به سياست عدم دخالت در افغانستان متعهد باشد، نمی تواند ادعا کند که سرويس استخبارات اين کشور و همچنين نيروهای بنيادگرای اس� �امی، چنين تعهدی را رعايت می کنند. نيروهای بنيادگرای پاکستانی باور دارند که دير يا زود نيروهای ائتلاف از افغانستان خارج خواهند شد و اين امر راه را برای تعيين سرنوشت اين کشور توسط همسايگانش هموار می سازد. د� �يکونکی په وينا ((با درنظرداشت اين مساله، پاکستان می خواهد در جايگاهی باشد که بتواند منافع خود را در آينده افغانستان حفظ کند و مانع تقويت حضور ديگر بازيگران منطقه به خصوص هند و ايران (در افغانستان) شود)). هرالد تريبيون پدي باور دی چې  (( آمريکا بايد اولويتهای استراتژيک خود را دوباره تعيين کند و خاطرنشان می کند که آمريکا نمی تواند وعده های خود مبنی بر ايجاد صلح، ثبات و بازسازی در افغانستان را عملی کند، درحالی که از طرف ديگر با پاکستان نيز به عنوان يک متحد استراتژيک خود، به نرمی رفتار می کند)).  پاكستاني جنرالان  او مذهبي بنسټپال پدې فكر دي چي امريكا او اروپا ديوي اوږدي جګړي توان نلري او په دي توګه به بالاخره لکه روسان له سيمي نه وتو ته به اړشي ،په هغه وخت کښي به  پاكستان  وكولاي شي يو ځل بيا په افغانستان كي خپله اغيزمنتيا پراخه كړي او دلته د سياسي لوبو نوښت په خپل لاس كي واخلي، اوکه دناټو پوځونه دلته پاتي هم شي نو پاكستان ته به  دسيمي د امنيت په ټينګولو كي نسبتاً يومهم رول وركړي او په دي توګه به بياهم پاكستان وكولاي شي د افغانستان په راتلونکو پيښو كي به موثر رول و� �وبي  . اوپه پراخ لاس به  وکولاي شي  په حکومتونو کښي  خپل لاسپوڅي ځاي پر ځاي کړي ، په هغو صورت کښې به  هغه خطر چي د يو آزاد، مستقل،  اوځواكمن افغانستان په توگه دوي احساساوه له منځه ولاړ شي . پاكستاني جنرالان په دي تمه هم دي چي ښايي ناټو او نړيوال ائتلاف بالاخره پاكستان ته دسيمي دامنيت په ساتلو كي يو عمده رول وسپاري، پاكستاني جنرالان په دي باور دي چي كه دا كار وشي نو پاكستان به يوځل بيا وكولاي شي په افغانستان كي ستراتيژيكه برلاسي  تر لاسه کړي  .  نور بيا   ",جنرال صاحب ! اغزن سيم يې دحل لار نه ده 4933,," په کندهارکي دخپرېدونکي پينځلس ورځنۍ جريدې (هڅه ) څلورمه ګڼه په ښکلي صحافت دڅوارلسوښوونيزو،روزنيزواومعلوماتي مضامينوپه درلودولوسره دمحمدابراهيم (سپېڅلي) په مسؤل مديريت له چاپه راووته . ( هڅه ) يوه خپلواکه جريده چي دوې مياشتي مخکي په کندهارکي دښووني ،روزني اوکلتوري چارودلاغوړيداپه هيله راپيل سوې اوددې تر څنګ ځيني معلوماتي اوتفريحي مضامين هم خپ� �وي . ",هڅه جریده په کندهار کي له چاپه راووته . 4934,تفسیر غاور,"  تفسیر غاور  پلار مې دصاح بزاده صاحب دوست و اودا چې صاحبزاده صاحب ښوونځی د کفر ځانګو ګاڼه  نوځکه یې ښوونځي کې نه شاملولم خو د صاح بزاده صاحب بچي بیا، نر او ښځې،  ټول ښوونځي ته تلل. صاحبزاده صاخب به ویلې چې سیالي او شېریکي ده که نه دکفر زانګوته د اولادونو لېږل خولویه ګناه ده. دا چې پلا ر مې د صاحبزاده صاحب  دوست و نو موږ ورسره  تګ � �اتګ کاو.  او کله ناکله  چې  به د صاحبزاده صاحب زامنو د ښوونځي خبرې کولې په مابه ښې لګېدې.  په دې توګه مې په زړه کې له ښوونځي سره کلکه مینه پیدا شوه. یوه ورځ په خپل سر ښوونځي ته لاړم او هلته مې له یوه هلک نه په ښوونځي کې د شاملېدلولارې چارې زده کړې او سم دم دښوونځی ادارې ته ورغلم. له سر ښوونکي  مې په خپله کوچنۍ ژبه، په ژړه غونې توګه ، په ښوونځي کې د شاملېدلو هیله وکړه. سره له دې چې زه دغه وخت  نه کلن وم  اوهویت پاڼه مې نه درلوده بیا هم  سرښوونکي،  چې ښه  سړی و ،   زمانوم ولیک او په ښوونځي کې یې ونیولم . ور پسې یې راته وویل چې  پلار ته د ووايه چې هویت پاڼه درته واخلې او ادارې ته یې راوړي. له ادارې چې ووتلم له خوشالۍ په کالیو کې نه ځایېدم او  په ټوپونو دکور په لور روان شوم.   پلار مې  په کور کې نه و؛  مورته مې ټوله کیسه وکړه؛ مور مې ددې پر ځای چې خوشاله شي  په چورت کې ډوبه شوه .وروسته له څو ثانیو چوپتیا یې وویل خدای  د خیر پېښ کړي اوبیایې په خپل کوم کار  پیل وکړ. په دې خبره زه په چورتونو کې ډوب شوم چې څه به کېږي. ټوله ورځ مې دپلار تررااتګه  په ناکرارۍ کې تېره کړه. پلار مې زما له بدو تالوکورته ډیر ناوخته  راغی. مور مې له ستړي مه شو وروسته زړه نازړه زما د تکل یادونه ورته وکړه. پلا ر مې په دې خبره له غوصې لکه مرچ تک  سور شواو پ� �ځای کېناست. ډېر وخت یې په تندي لاس ایښی و او خبرې یې  نه کولې، تابه ویلې چی شل مړي پرې شوي وي. زه بلې کوټې ته � �اړم او له ځان سره مې د پلارد مخالفت  له ډاره پټ پټ ژړل، چې مور مې را غږکړچې ډوډۍ تیاره ده . خو زه په دومره � �وی غم اخته وم چې  ډوډۍ ته مې هېڅ زړه نه کېده، خوپټه ژړا مې څرګنده شوه. پلارمې لکه د ټولو پښتنو په شان، سره له خپله کلکه هوډه، مهربانه او دنرم زړه خاوند و. نو راته راغی؛له لاسه یې ونیولم او تر دسترخوانه یې بوت� �م؛  بیا یې له ځان سره  په ډوډۍ کېنولم. د ډوډۍ په سر یې راته وویل چې ګهیځ در سره ځم؛ تخته  او کتابچه هم د� �ته اخلم.  همداسې یې وکړه؛ ګهیح یې بازار ر ته بوتلم؛ عکسونه یې راته واخیستل؛ بیا یې ښوونځی ته بوتلم او هلته هم هغه پروني سر ښوونکي زما د هویت پاڼې لمبر په کوم دوتر کې ورساو. وروسته یې یوه دغوز (چارماغ) دلرګي ښه تخته، یوه کتابچه  او یو لیکاڼی هم راته واخیست. ورپه سې په خوشالۍ د کور په لوررروان شوو.  دا زما په ژوندکې یو ستر بدلون و. له دې وروسته خپلوانو را سره خاصه مینه کوله او راته یې مکتبی ویلې. دا ځکه چې ښوونځي ته تلل یو ډول امتیازګڼل ګېده. خودا چې صاحبزاده صاحب او دکلي  ملا یې په زړه کې ورته دخدای  وېره اچولې وه خپل بچیان یې ښوونځی ته  نه لېږل. مګر زه ښوونځي ته په ډېر ه مینه تلم. د همدغې مینې له برکته وچې د کال په پای کې لومړی لمبرشوم. ان ترشپږمه لا لومړی لمبر وم. ور په سې د ۱۳۵۷  کال د غوایي په  میاشت کې  چې لږ وخت ک� �نیو  ازموینو ته پاتې و د انقلاب اوازه شوه. خو کوم خاص بدلون لا نه ورا منځته شوی چې ازموینې پیل شوې. دا ځ� �  هم د ازموینو په پای کې لومړی لمبر شوم. ور په سې د اوړي رخصتۍ پیل شوې. له رخصتیو وروسته اووم ټولګي ته لاړم . خو دا چې ما ښوونځی نا وخته پیل کړی و او تر نورو تولګيوالو مې ونه جګه وه نو دا ټول کال مې   په غون� �واومارشونو کې، د بیرغچې په توګه، دخلقيٍ سره بیرغ په ګرځولورا ګرځولو او ايرا تېر کړ. [ ایرا نه مې موخه اورا ده. خو ما ځکه ایرا ویلې چې هغه وخت مونږ فکر کولو چې د وخت د انقلا بیانو موخه له اوراڅخه د پاړسي ژبې داوراه برابر-    هغه لاره یا نې دکفر لاره ده نو ځکه مونږ د ايرا ( این راه )  دغه لار- یانې  داسلام لاره چیغې وهلې. (اورا اصل کې کومه خاصه مانا نه لري بلکې د خوشالۍ څرګندونه ده لکه په  پښتوکې چې مونږ خپل اخساسات د واواپه  ویلوسره څرګندوو، خوخلکو پرې دپارسي ژبې داوراه خیال کاو.)] دکال په پای کې،سره له دې چې درس م ې   نه و ویلی اوڅه مې نه و زده کړي، خو ازموینه مې ورکړه.  استادانو  هم له نا چارۍ څخه چادرې نیمې او چا څلور نمرې راکړې او په دې توګه له لومړي نمبرنه شلم ته را وغورځېدم. ور په سې د دوبي رخصتۍ شولې. له � �خصتیوروسته بیا هم دسره بیرغ په ګرزولو  او ایرا اخته وم چې ښاغلی ببرک کارمل له شوروي  لښکروسره هېواد ته را ننوت او د انقلاب نوی اوتکاملي پړاو یې اعلان کړ.   له نوي پړاو نه لا څو ورځې نه وې تېرې شوې چې یو ګهیځ کله چې ښوونځي ته ور ورسېدم چې ګورم څو تنه ښوونکي او چپړاسیان دسوځېدلي ښوونځی مخې ته، چې لا نری نری لوږی ت� �ې پورته کېد، ولاړ دي. په دې توګه زما ښوونځی پای ته ورسېد.  څو ورځې په کور ناست وم. چې یوه ورځ شورویان زمونږ  سیمې ته له بې شماره ټانکونو سره راغلل او په هرکلی او کورکې چې څوک  په لاس ورتلل وژل يې. انسانان خو لا څه  چې کورني ژوي- غواګانې، غوایي سپي اوکورني مارغان یې هم ووژل.  پلار مې هم یوه ګولۍ وخوړه خوخدای ښه کړ.  ور په سې مو کډه وکړه او په پېښور کې کډوال شوو.  وروسته له یو لږ وخت کډوالۍ  مې له له پلارنه دوعا واخیسته او په جهاد مې لاس پورې کړ. دجهاد په دوره کې مې سربېره په نورو کارو د څو ښوونځیو په سوځلواو دځان په شان د څوو زلمیانو،چې د ناچارۍ او یااحساساتوله کبله یې دایرا اویا اورا چپغه له خولې څخه وتلې وه  ، په مرګ او ژوبله کې برخه واخیسته. دا کار ته مې لا دشورویانو له وتلوڅخه وروسته ان تر۱۳۷۱ کال پورې دوام ورکړ. په پای کې مو دغوایې د میاشتې په اتمه نېټه واورېدل چې اسلامی انقلاب بریالی شو. په دې ویاړ موخپل منځي جګړه پیل، څو تنه مو په خپل منځ کې سره ټپیان اویابلې نړی ته واستول- د بې وسلې بد نصيبه مسلمانانو   مرګ اوژوبله خو په هغو ورځو کې په حساب کې نه راتلل. لنډه دا چې جګړه ورو وروپه سې پراخه،  او اسلامې ورورګلوي ، په ګډه سره د هېواد ابادول، تل پاتې سولې او امن  کې دژوند او کار  کولو  سترارمان چې  مونږ  دهغه لپاره  په سخاوت سره قربانۍ ورکړې وې لکه خوب په اوبوکې لاهو شو، نوله ناچارۍڅخه موپه کډوالۍ کې ژوند ته دوام و� �کړ.   درې څلور کاله پخوا په پېښورکې په تنګ او   بېرته را کډه شوو. او داچې کلی او کور مو وران وونو ددې پر ځای چې هلته لاړشو کابل ته راغلو.  خو په کابل کې مې داسې یو مناسب کار ونه موند چې ګذاره مو پرې وشي. له دې کبله مې د ډېرو نورو  هېوادوالو په څېر  له پلار نه راپاتې څو پولې او پټي وپلورل او په ګېډه مووخوړل . خو دا چې اوس څه راپاتې نه دي نو مجبور شوم هر څنګه چې وي ځان ته کار پیدا کړم. هغه خوا اودې خوا په کار په سې ډېر و ګرځېدم خو کار مې و نه موند. دا ځکه چې: لومړی خو په هېوادکې کار نشته؛ او دوهم په هرځای کې مشران په هره کچه چې وي خپل همکاران او تر لاس لاندې کسان د داسې خلکو په منځ کې لټوي چې ورسره خپلوي، پېژندګلوي، اویا کوم بل تړاو و� �ري. وروسته چا راته ووویل چې دصاحبزاده صاحب زوی لوی سړی شوی؛ ورشه او هغه به درته کوم کار ومومي.  پته یې هم  راکړه.  یوه ورځ زړه نا زړه د صاحبزاده صاحب دزوی د کور په لور روان شوم. چانه مې یې دکور پوښتنه وکړه؛ ټولو خلکو پېژانده؛ سمدم مې دهغه کور وموند. له هغه سره مې دزړه په خوالوسربېره  له بېکاری نه  هم سر وټکاو. په پای کې مې ورڅخه هیله وکړه چې که کوم کار راته ومومي. هغه سوچ وکړ او وروسته له یو څه سوچ نه یې را ته وویل چې راځه له ما سره کور سامانی شه. ماته دا خبره نوې غوندې ښکاره شوه نو ورڅخه مې پوښتنه وکړه چې دا یې لا څ ه ډول کار دی. هغه راته وویل چې زمونږ دکور لپاره به له بازار نه سودا اخلي؛ د مېلمنو سرشته به کوې؛ او نور به ک� �ار راسره په حجره کې کیسې کوې. زه پوه شوم چې د صاحبزاده صاحب زوی چې اوس خلک ورته صاحبزاده صاحب  وایې ماکور ورانی د کور ساماني تر نوم لاندې په خپل کور کې خدمتګاروي. خو چاره نه وه نو زړه نا زړه مې ورته هو کړل. په دې توګه زه کور ورانی په آر او اصل کې تر یوه نوي نوم لاندې د صاحبزاده صاحب خدمتګار شوم، اوتر دې نوي نوم لاندې مې خپل ځان او کورنۍ ته په دوکې سره  دځوان  صاحبزاده صاحب خدمتګاري ومنله.  مګر په دې خپه نه یم، خوداچې  وروسته له تېرې اوږدې اوترخې تجربې اوس لا هم د پخوا په شان ځينې کسان د خپل نیم، یو زده کړي او نیم زده کړي په وژلو خپلې مټې ماتوي، دخپل نيم، یو ښوونځي په سوځولو سره خپل ورونه نا زدهکړي پاتې کوي، په دې سخت خپه یم.  ځکه چې د دې کار په پایله کې به زمونږ ټول قام لکه زماکور ګډې په شان تر ډول ډول نومونو لاندې  خدمتګا� �ان اونورخلک به یې دخدمتګارانو قام بولي. پای. ",دصاحبزاده صاحب خدمتګار(دتفسیرغاورلیکنه) 4935,دمحمد شفیق (حقپال),"  دمحمد شفیق (حقپال) لیکنه قاراوغوسه په هیڅ حالت کې انسان ته ښه نه ده. که غواړی چې دژوندانه رنځونه اوفشارونه اوناخوالی مو لږی شی باید دا توانمندی په ځان کې ومومی چی په خپلو هیجانونو، بیځایه ولولواوغوسې برلاسی شی اوهغه کابو کړی. قاراوغوسه هغه وخت راڅ� �ګندیږی چې دشخص اودهغه هدف په منځ کې چې دی غواړی ورورسیږی خنډ راشی، کله چې دانسان غوښتنه په لاس رانه شی هغه وخت قاراوغوسه اوولولی راپاریږی.نو کله چې پریوه موضوع ستاسو قارراشی  مخکې له دې چې دهغې په وړاندې غبرګون وښیی ،لمړی یو څه فکر وکړی اودا توان په ځان کې رامنځته کړی چی مخکې له غبرګونه فکروکړی. هغه څوک چې د ناوړوپیښو یاغبرګونونوپه وړاندې چټک غبرګون ښیی هغه ډیرضعیفه اوکمزوری انسان دی. دی به دخپل دغه غبرګون په وړاندې هروم� �وبل غبرګون وینی چی ده ته ناوړه پیښې رامنځته کوی، چې بیاوروسته به پیښمانه شی اوبیا به پیښمانی ګټه هم ونه ل� �ی. په دې کارسره به هم ځانته اوهم به نوروته ستونزی رامنځ کړی. غسه کول اودپیښوپه وړاندی قارجن غبرګون په روغتیا هم ناوړه اغیزه لری ګیډه کې د تیزابو دجوړیدو لامل ګرځی اوهم عصبی سیستم له ګډوډیو سره مخ کوی. دغوسې دکابو کولو لپاره ارواپوهانو کوم ګټورعلاج لاسته نه دی راوړی خوبیایی هم لارښونی ګټورې دی. که غواړی خپله غوسه کابو کړی نو په ځان واک ومومی. دبیلګې په ډول که تاسو دچا دتهمت له وجې ډیر په غوسه یاست که لږفکر وکړی نو ستاسو دغه غوسه بې ځایه ده، ستاسو دغوسې وجه داده چې تاسو فکر کوی داسې کسان به وموندل شی چې په دې تهمت باو� �وکړی. که چیری پوره په ځان باورلری چې هغه کارتاسو نه دی کړی نو پوه شی چې دنوروخبری پرته دسپې له غپیدوبل څه نه دی. بلکې دهغه اغیزه پرته ستاسو له ماغزو بل چیرې نشته. . ( که چیری تاسو په یقینی ډول پوهیږی چې ستاسو لاره سمه ده اوبرابره ده بیانو دې ته اړنه یاست چې اندیښنه وکړی چې نړیوال به څه فکروی.) تاسو چې له خپلې بدبختی، بدچانسۍ ، دژوندانه له ستونزو، بیوزلۍ نه شکایت کوی له یاد مه باسی چې په زرګونو داسې خلک شته چې غواړی تاسو غوندې واوسی. خوښ اودپرانستې وچولی څښتن انسان دهرچا خوښیږی ، بدخلقه قهرجن اوتروش وچولی انسان دهیچاهم نه خوښیږی اونه غواړی چې څوک دوستی ورسره وکړی. دبشر داخاصیت دی چی دښه خلق درلودونکی کسانو سره ناسته اوو� �اړه وکړی.نو راځی په خوښی اوخلاص وچولی سره نه یواځې ځان ته بلکې نوروته هم خوښی ورپه برخه کړی اودنورودګرانښت وړشو. ښه اخلاق به دې محبوب دزړونو کړی بدخویی به دې جلا له ورونو کړی   دسیرت ښایست دصورت له ښایست نه ډیرمهم دی که هرڅومره یو بدرنګه بدقواره انسان وی خوکه چیرې ښه خوی ولری دنوروپه زړه کې ځای نیسی.خو که څومره ښکلی اوښایسته وی خو بدخلقه وی دهیچا هم نه خوښیږی. ترهغو چې بشپړ دلیل ونه لری په چا بدګمانه کیږی مه همیشه خلکو ته په ښه نظرګوری. غروراوتکبر له ځانه لری کړی. قران په دې هلکه څومره ښه  ارشاد لری چې د انسانی اخلاقو یو مکمله بیلګه کیداشی، اوکه عملی شی د انسانی ټولنی ډیری ستونزی پری حل کیدلای شی، ترجم ه:[ ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی له ډیروګمانونو لری والی وکړی، ځکه ځینې له دغو ګمانونو څخه ګناه ده، اوهیڅ کله هم دنوروپه کارکې تجسس مه کوی، اوهیڅ یو ستاسو دبل غیبت مه کوی. آیا ستاسو نه څوک دا خوښوی چې د خپل ورورد مړی غوښې وخوری؟ په یقین سره چې تاسو ټول له دې کاره کراهیت لری، تقوی خپله کړی چې خدای پاک توبه قبلوونکی اوم هربانه دی.](حجرات – ۲۱ ) زموږدټولنې ډیرې سترې غمېزې چې دقاراو غوسې اودښمنۍ سبب ګرځی له بدګمانۍ یودبل له غیبت اویودبل په چاروکې له تجسس نه رامنځته کیږی. که چیرې زموږدټولنې اخلاق په بشپړه توګه په اسلامی اصولو بناشی نو پوره باور ده چې سل په سلوکې به ډیری ستونزی له مینځه ولاړې شی. که چیری په چا بدګمانه نه شو که چیری خپله د چاغیبت ونه کړو یاهم د چاغیبت ته غوږ ونه نیسواود چا په چاروکې تجسس ونه کړواود چا  نمامی ته غوږ ونه نیسو نو په ډیروخبروکې به مو قاراوغسه نه وی کړی.   قران په دې هکله چې که یو فاسق اوبدکاره بنیادم تاسو ته کوم دچا په هکله بد خبرراوړی فرمایی:[ ای هغو کسانو چې ایمان موراوړی که کوم فاسق تاسو ته یو خبرراوړی د هغه په هکله څیړنه وکړی، داسې نه شی چی په ناپوهی سره یوې ډلې ته ضرر ورسوی چې بیا وروسته به پښیمانه شی.](حجرات – ۶) قران موږڅیړنې تحقیق اوفکرکولوته هڅوی اوله چټک غبرګون غسی قار اوجګړی نه مو په هغو خبروکې چې نوریی دکوم شیطانت یا مدعا له مخې موږ ته رارسوی منع کوی. عجیبه ده چې قران زموږد ژوندانه ټولې چارې راپه ګوته کوی اوموږ ته داسې لارښوونې په هره برخه کې کوی چې زموږ ژوند د بشپړې هوساینې لورته بیایی خوموږ تری غافله یو. زم وږد ټولنې ډیری سترې ستونزی په اوس وخت کې د ټولنیزواخلاقو دکمزوروالی له کبله دی له بده مرغه هغه ټولنې اوخلک چې په قران ایمان نه لری اوهغه د اللهی کلام په توګه نه منی خو په خپلو ټولنوکې هغه څه مراعاتوی چې اصلاْ مسلم ان د قران له لاری پری مأمورشوی. تاسو وګوری په هغوټولنوکې چې هلته د خلکو په مینځ کې یو د بل د غیبت عادت نشته، هلته دروغ ویل لږوی یو پربل بدګمانی نه کوی ، یو د بل په چاروکې تجسس نه کوی ، یو دبل خبرسره نه وړی یو پربل م سخری نه کوی څومره پرمختګونه لری. یوبل ډیرناجایز عمل چې له بده مرغه زموږ ټولنه کې دځینو خلکوترمنځ دود دی یوپه بل د ناوړو یاداسې نومونو ایښودل دی چی بل لوری یی نه خوښوی، دغه ډول یو قوم په بل قوم نومونه ږدی چې په پایله کې همدغه نومونه دښمنی اوپه ټولنو کې دبدمرغۍ اوناخوالو لامل ګرځی. اوداسې نومونه لکه شین سترګۍ، لوی خو� �یۍ، کوږپزی،... همدغه شان په بل قام یاډلې باندې ناوړه نومونه لکه ګوډان، کاږه، پکان، موزیان، هندوان ... چې هم اسلام منع کړی اوهم په انسانی معاشره کې ښه نه دی، اوکله چې هغوی ته مخامخ بدنوم یادیږی دوی شرمیږی، زوریږی د مقابل لوری په وړاندی یی کرکه پیداکیږی ، چې دا د باکلتوره ټولنو اوخکلو کارنه وی.  قران په نورباندی دم� �نډو وهلو اودبدونومونو دایښودو په په اړوند فرمایی:[ ای هغو کسانو چې ایمان موراوړی باید ستاسو یوه ډله  ب� �ه ډله باندې ملنډې ونه وهی، کیدای شی هغوی له دوی نه ښه وی، اونه دې ښځې په نوروښځو ملنډې ووهی، چې هغوی به له دوی نه ښې وی، یو بل ته ښکنځلې اویو دبل عیبونه مه لټوی اوپه ناوړونومونو یوبل مه یادوی، ډیره بده ده چې وروسته له ایمانه چا ته دفسق نووم ورکړی که چیری دغه کسان توبه ونه کړی نو ظالمان اوتیری کوونکی دی.](حجرات -۱۱)    داسلامی اخلاقو په مراعاتولوسره هم ځانته اوهم نوروته خوښی وګټی اوله دځان اودنورودناخوالو مخنیوی وکړی. دخلکوپه مینځکی اودقامونو ډلو اوکورنیو مینځکې دښمنی اوتربګنی ډیری بدمرغۍ زیږوی اوزموږ خوږ ژوند له غم اواندیښنې سره مخامخ کوی یاهم دنوروژوند له غم سره مخامخ کوی راځی چې دښواخلاقو په مراعاتولوسره یو بل ته دتیریدنی اوبخښنې په کولوسره ډیرې بدمرغې اوناخوالې راکمې کړو. له بله لوری څخه هیڅکله دانتقام په فکر کې مه کیږی، انتقام اوبدل اخستل هم مخکې له دې چې خپل انتقام واخلو اوهم وروسته له هغه نه زموغمونه، ناخوالی،کړاوونه اوستونزې ډیروی. یو بل ته تیریدنه له لوړو اسلامی اخلاقو څخه ګڼل کیږی اوالله (ج) هغه چاته چې د خپل مسلمان ورور بخښنه کوی د هغه له ګناه څخه تیریږی له غچ اخستو،بدل اوانتقام څخه ډډه کوی نو د� �وړاجر درلودونکی وی.( امربالمعروف اونهې عن المنکر، جهاد، دظالم په وړاندې دغږاوچتول،قصاص اونورځینې موضوعات شته چې دهغه ب په هکله هرمسلمان باید خپل علم حاصل کړی اوعملی کولو کې یی هغه ډول کړنه ترسره کړی چې داس� �ام مبین دین یی حکم کوی.)  زموږ دبحث اوخبروموضوع په ورځنیو چاوراوهغو اموروکې چې شریعت اواسلام یی دبخښنې غچ نه اخستو اوتیریدنې یا ګذشت حکم کوی ده.چې سوله،له مسلمان سره کینه اوحسد نه کول،  دبدوپه وړاندې غچ نه اخستل اوښه کول، دښکنځلو اوبدوردوپه وړاندې ګذشت، دجاهلانو په وړاندې غلی پاتې کیدل اوهغوی ته دسلام ویل یاښې خبرې اونوردی چې په دې ډله کې راځې. دنرم چلند اوتیریدنې په هکله  قران فرمایی [ درحمان خدای (خاص) بنده ګان هغه دی چې پرځمکه په کراری اوبې له کبره ګرځی اوکله چې   جاهلان ورته  خطاب وکړی هغوی ته سلام وایی.] (فرقان – ۶۳) [اتل هغه څوک نه دی چې په غیږنیونه کې نوروته ماته ورکړی بلکې هغه څوک دی چې دغوسې اوقارپه وخت کې ځان قابوکړی]. (مسند امام احمد) په بل مبارک حدیث شریف کې راځې [ که چیرې یو له تاسو ته غوسه راغله نو چوپ پاتې � �ی.](مسند امام احمد) خپله غسه کابوکړی دمسلمان په وړاندې له تیریدنې اوګذشت څخه کارواخلی، کبراوغرور بیخی مه کوی که جاهلانو تاسوته هرڅومره بدې خبرې وکړی تاسو دسلام لفظ ورته ووایی یا هغوته ښې اومناسبې خبرې وکړی دابه ستاسو ځواکمنی ښه شخصیت وښیی اوله دې لاری به موهم نورو ته ښه لوست ورکړی وی اوهم به مو ځانته خوښی � �احت اوویاړګټلی وی. ډیرداسې کسان په تیره بیا زموږ په ټولنه کې شته چې دچابده خبره خوپریږده که څوک ان یوځل بدبد ورته وګوری هم نو له واره جګړه کوی. اوکه چیری دچا دبدی خبری یاکړنې په وړاندې غبرګون ونه ښیی نو ځان ورته کمزوری ښکاری اوله خلکوشرمیږی چې ګواکې کمزوری دی. دبیلګې په توګه که څوک دده په ځغرده خبروکړی یا ښکنځل ورته وکړی یا ان که وارپرې وکړی نوکه چیری متقابل عمل ونه کړی له ځانه سره فکرکوی چې خلک به یی کمزوری اوبې غیرته وبولی، حال داچی هم په اسلام کې اوهم په باکلتوره اومتمدنه ټولنه کې په ورته حالاتو کې تیریدنه،بخښنه اوعامل په وړاندې ښه چلند یا چوپتیابه غوره وی اوداسې کس ته ښه نیک باغیرته حلیم اود ښواخلاقو خاوند ویل کیږی. پریږدی چی خلک تاسوته  دغچ دنه اخستو به مقابل کې کمزوری اوبې غیرته ووایی، خو الله پاک درنه راضی شی، آیا تاسو دخدای رضا خوښوی که دخلکو؟ اوپه دې پوه هم شی چی دښواوپوهو خلکورضاهم ستاسو په ښه کړنه اواخلاقی عمل کې ده نه په غچ اوځان ښودنه کې. راځی چې له چا نه شرم پریږدو اوخپله کړنه دخدای لپاره کړو.راځی له خپلې افغانی ټولنې داناوړه دود ورک کړو په تیره بیا ځوانان دې په دې اړوند فکر وکړی. که څوک دناوړه غبرګون په وړاندې ورته غبرګون ښیی نو د ده پرناپوهې اوکمزوری باندې دلالت کوی. تل به تاسو یو پوه هوښیارسړی هغه ته ووایی چې ډیرپه ورین تندی له هغه چاسره چې د ده په ړاندی یی بدچلند کړی وی متقابل عمل وکړی.  یو بله ډیره مهمه خبر زموږ په بیځایه غیرت اوځینو ناوړه مروجو دودونوکی ده چې دشریعت پرځای هغه ته پاملرنه کوو اوشریعت دخلکو څخه دشرم یا دخپل غچ اوځانی غوښتنې په خاطر ترپښو لاندې کوو، په دې اړوند بیلګې ډیری دې چې د یوې یادوونه کوو، دمثال په ډول یو وخت ستاسو دکورنۍ کومه کونډه ده چې تاسو غواړی دخپل دود له مخې په هغې غیرت وکړی. که چیری ستاسو په دغه غیرت دغه کونډه راضی وی نو ستاسو داغیرت په رښتیا هم غیرت دی اوباید دمظلومو دردلیدلو لاس نیو ی داسلامی شریعت مطابق وشی. خوکه چیرې نوموړی کونډه ستاسو په تصمیم راضی نه وی اوهغه دشریعت مطابق بل څه وغواړی اوتاسو یوازی دخپل غیرت اوناوړه دود له کبله وغواړی شریعت اومدنی اخلاق ترپښولاندی کړی نو داغیرت غیرت نه دی پریږدی چې شریعت پرځای شی ولوکه ستاسو غیرت ته په اصطلاح زیان رسوی. دغه رازنورې ډیرې بیلګې زموږ په افغانی ټولنه کې شته چی دیادونې وړدی اوباید مخنیوی یی وشی څوچې دفردی اوټولنیز سوکاله ژوندانه څخه برخمن شو. ",قاراوغوسه مه كوی، نرم خویه واوسی 4936, محمدابراهيم ( سپېڅلى),"  محمدابراهيم ( سپېڅلى) دنړۍ پ� �مخ ډيرداسي خلګ سته چي ډيرڅه وايي خوهيڅ نه وي لاکن ځيني کسان بياډيراستعدادونه لري خوپه ظاهره څه نه وايي اوځان ضعيف معرفي کوي ،دغسي کسان نودپوهانوپه وينا( په خاوروکي پراته زردي .)  دګوانتاناموانځورګرهم يوله دغي دوهم ډلي کسانوڅخه شميرل کيږي ځکه نوموړى که څه هم ځان ته (ضعيف ) وايي خوپه خداى ورکړي استعدادسره يي ددې تورزندان ويرونکى انځوردخپل اسلامي ،افغاني اوويښ احساس له مخي په دونده پياوړتياسره کښلى چي دونده جرآئت دهرتش په نامه ليکوال له توانه وتلې خبره ده اوباورنه کوم چي بيله ريښتني احساس څخه ماسوادي په بل احساس دونده راڼه تصويرونه ټولني ته وړاندي سي . (ضعيف ) دخپل نيول کيدواو بندي کيدوټوله کيسه ترپايه په داسي م هارت سره بيان کړيده چي لو ستونکي له ځان سره قدم په قدم دزندان توروکوټواوترسره ټک لاندي خيموته بيايي اوه� �ته هغه څه ورته بيانوي چي پرده اونورزندانيانوباندي تيرسويدي . (دګوانتاناموانځور) ته ځيني خلګ دشک په سترګه ګوري اووايي چي ((دادملاعبدالسلام (ضعيف ) د احساساتوپربنسټ باندي ليکل سويدى )) خوکه داکتاب په ښه غو� �سره وکتل سي ډيرځايونه ديوه مسلکي ژورناليسټ په ډول واقيعت اوتوازن په پام کي نيولى اوآن دځينوامريکايي عسکرودښه چلند يادونه يي هم کړي ده ،داسي يي نه دي کړي چي يوازي يي دخپل خوږمن زړګي په خوښه څه ليکلي دي اوبس . که چيري ده يوازي خپل دزړه خوښه انځورکړي واى اوترځينوواقيعتونويي پښه اړولي واى نو هيڅکله د ا کتاب داولس په منځ کي دونده شهرت نه ترلاسه کاوه ځکه زموږاولس اوس ښه پوهيدلى او سريي خلاصيږي چي ددې ليکني ،خبري اومجلس م وضوع پرکوم چوليځ باندي راڅرخي ؟؟  ددې کتاب ټول انځورونه ځکه ډيرراڼه اودلوستونکي دتوجه وړدي چي دګوانتاناموددوزخي زندان له نوم سره دهرافغان غوږونه ډيراشنادي خوخبرنه دي چي هلته له بنديانوسره په کومه کچه کړني رواني دي ؟  بس يوازي دونده پوهيږي چي داپه نړۍکي ترټولوکرغيړن زندان دى . داکتاب (دګوانتاناموانځور) ماپه دوو روځوکي ولوست ،هره کرښه يي ماته ډيره نوي خبره وه خويوه خبره بيخي راته نوي پکښي را ښکاره سوه اوهغه دا چي ديوه لوړپوړي پخواني طالب چارواکي له خواد پاکستان داستخباراتي اداري ( آي،ايس آى) دانسان پلورني په ښکاره ډيره غندنه سوي اوداورته په ثبوت رسېدلې ده چي زموږدغه ګاونډى دلستوڼي هغه ماردى چي کله يي وخت پيداکړنووارکوي اود هيچاپروانه هم کوي . دملا((ضعيف)) له يوې ليکل سوي جملې څخه داسي ښکاري چي هغوى ته خپل هيوادترهرڅه ډيراړين دى  اوله دغي يوې جملې څخه بايد زموږټول هيوادوال ډيرڅه زده کړي اوپوه سي چي په هرحال کي موږته افغانستان اړين دى ،که چيري خداى مه کړه افغانستان نه وي موږبه نه يواوکه يو،نوهويت به نلرودنړۍ په هرهيوادکي به بې هويته لالهانداوسرګردان ګرځوچي دانوډيرتريخ ژونددى اوهغه څوک په پوهيږي چي دبل ترزورلاندي وي اوهيڅ واک نه لري . بايدموږټول هيوادوال دتاريخ په دي نازکوشيبوکي پورته خبري ته په پام سره خپلي ټولي شخصي غوښتني دخپل ګران هيواددسمسورتيا،آبادۍ اوخپلواکۍ په لارکي قربان کړو. نو� �نوديوه اوبل په خبروخپل افغانان ونه ځوروځکه که په جګړواوورانيوژوندسميدلاى اوس به په ټوله نړۍکي زموږ دهيوادوالوژوندنيکمرغه اوهوساواى خوافسوس چي په دې سره هيڅ کارنه کيږي !!  که چيري اوس موږټول افغانان له شماله ترسهيله ،له ختيځه ترلويديځه په هررنګ چي يواوپه هره ژبه چي خبري کوودپخواپه څيرسره يوموټى سوو،دزړه اوخولي خبره مويوه وي نوبيابه نه دګوانتاناموتورزندان وي اونه به موڅوک دګاونډيوهيوادونو په خبره دترو� �يسټ ،القاعده ،دموکرات اومکتبي په نامه ځورولاى سي ، ټول به په ګران افغانستان کي ديوه ښه خوشحاله ژوندل� �ونکي يو. اوس نودغه دنده اومسؤليت دقلم څښتنانوته ورترغاړه دى چي د(ضعيف) په ډول بيله کومي بيري وا� �يعتونه وټولني ته روښانه اواولس په دې پوه کړي چي څه پېښه ده اوڅه بايدوسي؟ ځکه په هره ټولنه کي ترهرچادقلم څ ښتنان ډيردروندمسؤليت لري چي بايددخپلم مسؤليت له مخي قلمي مبارزه وکړي او دا هيواددامن،سوکالۍ په يوه آ� �امه ځانګوبدل کړي . دهمدغسي يوه روڼ سباپه هيله  ",دضعيف پياوړى قلم :دمحمدابراهيم سپېڅلى لیکنه 4937,," د کندهار د نيش په ولسوالۍ کې پرون ١١ نيمې بجې د يو ځانمرګي بريد له امله ٨ تنه دولتى پوليس ټپيان او په خپله ځانمرګی وژل شوی دی . د ټپيانو څخه ٣ تنه يې د کندهار مرکزي روغتون ته ليږدول شوي . کندهار کې امنيتي چارواکوا له بينوا سره دبريد پخلی کړی دی او وايى چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه چې په يوه موټر سايکل سپاره هڅه کوله د ولسوالۍ ودانۍ ته ننوزي . پوليسو پرې ډزې وکړې او چاودنه رامينځ ته شوه . ",ځانمرګي بريد په کندهارکې ٨ پوليس ټپيان کړل 4938,پوهنمل حاجی محمد نوزادی," دپوهنمل حاجی محمد نوزادی ليکنه  دقلندر عبدالرحمن دملنګې په کچکول کښی داسی مرغلری هم موندلای سو :  زه ملهم دزړه له چا غواړم بی خدايه چه کړای نشی طبيبان ملهم د زړه دخليل تر کعبی دا کعبه ده لويه  که اباد کا څوک ويران حرم د زړه عبث وائي غم دزړه وبوالهوس ته څه پوهيږی هلکان په غم د زړه  خو رحمان بابا داښکلۍ اميل هغه وخت دمعنوی زړه دپاره پيئلۍ دی اواوس د بيولوژيکی اوفزيکی زړه دپاره پاک خدای طبيبانوته هم موثر ملهم پلاس ورکړيدی چه په هکله ئي کيدلای سي و بوالهوس ته هم څه وويل سي او هلکان يعنی ناخبره خلګ هم ور باندی پوه کړل سي٠  øزړه دانسان په بدن کښی دهغو نجيبو غړو دجملی څخه دی چه فعاليت ئي دژوند دپايښت لومړنۍ او بنسټيز شرط دی ،داځکه چه دبدن دهری حجری فعاليت دټول ژوند په هره ثانيه کښی دزړه په فعال خوځښت، انقباض و انبساط پور ی تړلې دې ٠ دزړه دمعنوی ارزښت په هکله موږ هر يو دډيرواړه سن څخه نيولی د ژوند تر پايه پوری هره ورځ په شعرونو ، عشقی او تراژيدی داستانونو ٠ لنډيو ،سندرو او نورو هنری څرګندوونو کښی رنګارنګ بيانونه اروو ٠ داسی څوک به پيدانشی چه دزړه درد ئي ددغه ډول هنری لاروڅخه درک کړی نه وی او يا ئي هم پخپله د زړه نه دشکايت، ګيلو او دهغه څخه دخوښۍ ښودلواو ستايلوپه هکله په لس ګونولنډۍ، غزل، څ� �وريځی اودشعر نور ډولونه په ياد نه وی ،همدا اوس چه د ليکنی اصلی موخه می دزړه ديوی ځانګړی ناروغې په هکله دلنډ معلومات ليکل دی ، دخيال جلو می بی اختياره دزړه په اړه دشعر دنيا ته بيائي  او قلم می د نورڅه و� �يکلو ته کشوی ٠ ښه به دا وی چه اصلی خبری ته راوګرځم چه هغه د زړه خيالی دنيا نده بلکه دهغه دمادی ژوند په هکله دځينوفزيکی نيګړتياو څرګندونی او روغتيائي نا خوالی دی ٠ هغه دوستان چه ځما سره نژدی پيژندګلوی لری،خبر دی چه ځمامسلک دځمکی دزړه سره تړاو لری نه دانسان ، يعنی ما د معدن پيژندنی ديوه متخصص په حيث پيژنی ٠ له نوم وړو دوستانو څخه پرته به ځينی وطنداران هم وی چه کله ناکله به ئي ځمايو نيم شعر يو يا بل ځای تر سترګو سوی وی او يا به ئي ځما ځينی سياسی ليکی لوستی وی ٠ دغو ټولو ته به دحيرانتيا وړ ښکاره سي چه د طبی ليکنو سره ځما څه اړه سته ؟ داځکه چه زه خو طبيب يا ډاکتر نه يم اوبيانو ددغه ډول ليکنوحق ځان ته په کوم صلاحيت ورکوم ؟ زه هم په نظر کی نه لرم چه پښی می دخپلی توشکی نه زياتی اوږدی وغځوم ٠ خو خبره بيخی بل ډول ده ٠  هغه ناروغی چه زه غواړم په هکله ئي لنډ معلومات وړاندی کړم، دزړه دهغو شيريانوتنګوالۍ او بشپړ بنديدل دی چه همدااوس نه يوازی دپاخه سن والا خلګ ، بلکه تر ډيره ځايه ځوانان هم ورسره لاس او ګريوان دی ٠ که چيری پر خپل وخت و دغی ناروغی ته پام وا نه ړول سی خبره د زړه و په ټپه دريدويعنی سکتی ته رسيږی چه علاج ئي بيا ستونزمن کاردی او اکثره وختونه ئي پاي� �ه مړينه ده ٠ د هغو کسانو دجملی څخه چه بايد ددغی ناروغۍ قربانی سوی وای يوهم زه پخپله يم ٠ دلومړی ځل د پاره ٢٠٠٥کال په اکتوبر کښی نوموړی ناروغۍ زه مجبوره او ودی ته ئي وهڅولم چه جدی پام ورته راوګرځوم او په اړه ئي وډاکتر مراجعه وکړم ٠ دډيرو او پرله پسی اوږدو معاينووروسته چه څو مياشتی وخت ئي ونيوی ،اخيرنۍ تشخيص و سو ٠ کله چه داکتر راته اعلان کړه چه دزړه هغه شيريانونه می کوم چه پخپله دزړه وعضلوته وينه رسوی بيخی بند سويدې او دعلاج يواځنۍ چاره ئي بايپاس عمليات دی ٠ او بيا ئي د نوموړو عملياتو په هکله جزئيات راته څرګند کړل ، داچه اولين وار می دا خبره اوريده او تر دغه ګړيه می په اړه هيڅ ډول ژور معلومات نه درلود نو دومره وارخطاشوم چه له ډاره می ويښتيان پر سر جګ ودريدل ٠ پهرصورت ٠ دروان ٢٠٠٦ کال د مۍ په ١٥ نيټه د ډنمارک هيواد د اغوس Arhus ښار په سکايبوSkejby نومی روغتون کی می چه په اروپاکښی يو دډيرو مجهزو روغتونونو دډلی څخه دی ، دجراحی عمليات په پوره برياليتوب سره پاي ته ورسيده، او او دلوی خدای په فضل می روغتيااوس په چټکۍ سره مخ په ښه کيدوده ٠ د فرصت نه په استفاده غواړم دنوموړې روغتون دټولو هغو ډاکترانو او نرسانوڅخه چه په ډير زړه سوی سره ئي ځما تداوی کوله او همدارنګه د هغو دوستانو څخه خڅه چه ځما او ځما دکورنۍ سره ئي ځما د ناروغۍ پر وخت بيساری خواخوږی وښوده، دزړه دکومې مننه وکړم ٠ پر ډيرو کسانو باندی د عملياتو نه مخکښی ډار اوتشويش او دعملياتو نه وروسته عمومی ضعف ،د دواوؤجانبی منفی تاثيرونه او په دايمی ډول ددوا وخوړلو ته احتياج دومره ژوری اغيزی ښندلی دی چه دسختو � �وانی ناخوالو سر لاس اوګريوان دی ٠ هرڅومره چه موږ ددغی ناروغۍ په هکله پوره لازم معلومات ولرو ، په هم هغه اندازه مخ د واره پدی باندی پوهيږو چه دا ناروغی د شلو کلنو مخکی پشان دنننی طبی تخنالوژی او دپوهی داړينو پ� �مختياوؤ په نظر کښی نيولو سره اوس يوه دډار وړ ناروغی نده او په عملياتو کښی ئي جراحانو ستری تجربی پلاس � �اوړی دی ٠دبلی خوانه زموږ ضروری پوهه پدی هکله مرسته کوی ترڅو د علايمو له مخی ور باندی خبراود تشخيص او درم لنی دپاره ئي ډاکتر ته ولاړ سو ٠  په همدغه لحاظ د وطندارانو سره د مرستی په خاطر ، ما دډنمارکی او انګ� �يزی منابعو څخه په استفاده يو لړ اړين معلومات راغونډ کړيدی او هيله ده چه لوستل به ئي په زړه پوری او په پام کی نيول به ئي دومره ګټور وی چه په ډير سخت حالت کښی د ژ وندی پاته کيدو سره مرسته کولای سی ٠  اوس به دلوړی نسبتا اوږدی مقدمی وروسته و اصلی خبری ته را وګرځم  زړه دپمپ کولو ديوی الې په توګه : دژوندی موجوداتو په بدن کی زړه يوه تر ټولو ضروری عضله ده چه په انسانانو کښی دسينی دقفس کيڼی خواته پروت دی ٠ دغه منځ خالی عضله ديوه داخلی ديوال پواسطه پر دوو برخوويشل سويده چه هره نيمه برخه ئي بياپه خپل وار دوی حصی لری، يو ئي بطن اوبل ئي جوف يادوی ٠ دکيڼ بطن دلاری دزړه دسره راټوليدو او انقباض پواسطه وينه دبدن ټولو ساحوته پمپ کيږی ٠ هغه رګونه چه دزړه څخه وينه و ټول بدن ته رسوی د شيريانو پنامه ياديږی ٠ وينه دبدن ټولوحجروته اکسيجن رسوی او بيکاره مواد تری ليری کوی ٠ ددغه مهمو دندو دتر سره کو� �و وروسته وينه دوباره دټول بدن څخه بيرته دزړه دپراخيدو او انبساط په حالت کښی دزړه ښې برخی ته راځی او هغه رګونه چه وينه بيرته زړه ته رسوی د وريدونو پنامه يادوی٠ لدی نه وروسته بيا وينه له دغه ځايه څخه و سږو ته پمپ کيږی ٠ د وينی هغه جريان چه وينه دبدن وټولو برخو ته بيائي او بيرته ئي تر زړه پوری رارسوی ، دوينو دلوی دوران پنامه اوهغه جريان ئي چه وينه دزړه ځخه وسږو ته بيائي او بيرته وزړه ته راولی ،دوينو کوچنی دران پنامه يادوی ٠په سږو کښی وينه دهغی هواڅخه چه د تنفس پواسطه ورځی اکسيجن اخلی اوبيرته دکوچنی دوران په بشپړولو سره دسږو څ خه دزړه کيڼ طرف ته ځان رسوی ٠دغه اکسيجن دی چه وينه ئي دخپل لوی دوران دلاری دبدن وټولو ارګانو ته ور ليږدوی ٠ ددی دپاره چه دبدن حجري ژوندی او فعالی وی،زړه بايد په يوه ټاکلی ګړندتياسره نوموړی دوران په منظمه توګه ت� �سره کړی ٠ د زړه اساسي دنده په برياليتوب سره دهمدغه دوران تامينول دی ٠ په ځينو حالاتو کښی مثلادمنډی وهلو پروخت دبدن حجری واضافی اکسيجن ته ضرورت پيداکوی چه پدی صورت کښی بايد زړه دوينوپمپ کول په لازياته چټکتيا سره سرته ورسوی ٠دبدن دنورو ټولو برخو پشان پخپله دزړه عضلی هم و اکسيجن ته ضرورت لری اوبيله هغه څخه خپلی دندی تر سره کولای نشی ٠ نوموړې اکسيجن بايد دوينی دلوی دوران په ترڅ کښی دوينوپواسطه دغو دزړه عضلوته ورسيږی ٠ دزړه دعضلو وټولوبرخوته وينه ددرونسبتا لويو شيريانودلاری ځان رسوی، کومچه بيا په خپل وار په م تعددو کوچنيو ښاخونو ويشل کيږی او پدی توګه نو دنوموړی عضلې وهری برخی ته ځان رسولای سی تر څو داکسيجن ضرورت ئي ورپوره کړی ٠ دانسان دبدن لوی شيريانونه چه قوی عضلې لری دزړه څخه پيل کيږی او ديوه بالغ انسان په بدن کښی ئي اوږدوالې د ٧٥ سانتی مترو څخه تر يوه متره پوری رسيږی چه قطر ئي دزړه سره په تړلې حصه کښی نژدی ٤ سانتی دی ، او دغه ډول ستر شيريانونه دښارګو پنامه يادوی ٠ دغه لوی شيريانونه بيا اهسته اهسته په کوچنيو ښاخونو بدليږی چه پخپله دزړه دعضلې څخه نيولی بيا دسرترماغزو ،ګيډی ، لاسونو او دپښو ترګوتو پوری ځانونه غځوی ٠ کله چه دانسان دبدن فزيکی فعاليت زيات وی ، دزړه شيريانونه بايد په مجموعی ډول په يوه دقيقه کښی ١٨ ليټره وينه په دورانی توګه انتقال کړای شی ٠  وريدونه دشيريانو برخلاف نازکی عضلې لری او موقعيت ئي هم دشيريانو دژور م وقعيت برخلاف دپوست وخارجی سطحی ته دومره نژدی دی چه حتی په پښو او لاسونو کښی تر پوست لاندی په سترګو هم ليدل کيدلای سی ٠د وريدونو داخلی جوړښت داسی دی چه وينه بيرته دشاخواته حرکت نه سی ورپکښی کولای او بايد يوازی دزړه ښۍ برخی ته ځان ورسوی او پدی توګه دوينی دوران بشپر کړی ٠  دوينو د دوران سره تړلې دزړه نارغي٠ دوينی ډير لوړ فشار ٠ داهغه فشار دی چه وينه ئي دخپل دورانی جريان په وخت کښی داړوندو رګونو پر جدارو باندی اچوی ٠ دوينو دشيريانوداخلی قطر ، په تيره بيا د وړو شيريانو په ښاخونوکښی دوينی دفشار پرتنظيم ولو باندی لوی اثر ښندی ٠ ددي خبری معنا داده چه په هره اندازه دشيريانو داخلی برخه تنګه سوی يعنی قطر ئي وړوکۍ سوی وی په هم هغه اندازه دوينی فشار جګ او معکوس حالت ئي دټيټ فشار سبب ګرځی ٠ البته نور فکتورونه هم پدی هکله تاثير ښندونکی دی مثلاهارمونونه ، دوينو درګونو په عضلو کښی دمالګی مقدار او همدارنګ ارثی ځانګړتياوی ٠ که چيری د وينی فشار ډير جګ وی ، دوينی دشيريانو دتنګوالې او حتی دزړه په عضلو او مغزکی د وينی دجريان دبنديدو دخطر احتمال ډير دی چه داکار دوينود پمپ کيدو قدرت کموی ٠ د وينی دلوړ فشارله کبله کيدلای سي چه په م غز او سترګو کی دوينی رګونه وچوی ٠ دوينی نورمال فشار بايد د ١٤٠ پر ٩٠ څخه ټيټ وی او که چيری دشکری ناروغی هم موجوده وی ، دا فشاربايد د١٣٠ پر ٨٥ نه جګ ولاړ نشی ٠ لوړ فشار معمولا ډير ښکاره علايم نه لری او يوازی دمعاينه کولو له مخی معلوميدلای سي ، خو ځينی وختونه دسردرد په تيره بيا دسهار په وخت دځانه سره لری چه داکار معمولی ندی ٠ دوينی فشار دسيمابو دستون له مخی په دوو عددو سره ښودل کيږی ٠ لوړ عدد ئي هغه فشار ښئ کوم چه وينه ئي د زړه دانقباض پروخت درګونو پر جدارو واردوی او کښته عددئي هغه فشارښئ چه دزړه دانبساط پر وخت درګونوپر جدارو وارديږی ٠دوينی فشار نوسانی حالت لری ، داستراحت پر وخت ټيټ او دفزيکی فعاليت پر وخت جګ وی اوهمدارنګه د شپی � �خوا ټيټ او دغرمی پروخت لوړ وی ٠ له دی نه پرته دفشار داندازه کولو الې هم يوشان دقت نه لری ٠ پدی خاطر نو دم عاينه کولو پر وخت بايد يوازی د فشارپه کتلو بسنه اوقناعت ونه سي ٠ په بدن کښی دوينی دشي� �يانو تنګوالۍ : داکارپه ډيره اهسته توګه دکلونو په تيريدو سره سرته رسيږی چه کيدلای سي د١٥ کلنی عمر په شاوخواکښی پيل سي ٠ پدی توګه غوړين مواد د وينی څخه رسوب کوی او دشيريانو پرداخلې جدار باندی يوډير نازک � �شر جوړوی ٠ کله کله خو لس ګونه کلونه يعنی د٢٠ څخه تر ٦٠ کالوپوری وخت نيسی چه دترسباتو اندازه کوم چه منګ ئي هم بولی په يوه برخه کښی دومره زياته سی چه نوموړی شيريان تنګ او دوينی ونورمال جريان ته مشکلات پيښ کړی ٠ ددی کارچټکتيا دژوند په شرايطو ، دغذا په څرنګوالې او همدارنګه په ارثی ځانګړتياوؤ پوری اړه لری ٠ دشي� �يانودتنګوالې علامی ددی سره تړلې دی چه د نوموړی شيريان دلاری دبدن وکوم غړۍ ته وينه ليږدول کيږی ٠ دزړه په عضلو کښی د وينی دشيريانو سره تړلې ناخوالی : کله چه دزړه هغه شيريانونه کوم چه عضلو ته ئي وينه رسوی د منګ پواسطه تنګ سي ، پدی صورت کښی نوموړی عضلی نشی کولای چه کافی اکسيجن واخلی٠ له دی امله د زړه تشنج اوپريدل ، دزړه په عضلو کښی دوينو دجريان بنديدل او دزړه بی کفايتی منځ ته راځی ٠ الف -- دزړه تشنج او پريدل : په سينه کښی دردونه او دزړه دتشنج او پريدلو نور علايم هغه سيګنالونه دی چه دزړه په عضلو کښی داکسيجن د کمښت خبرورکوی ٠ داچه دغسي حالت څنګه حس کيږی په مختلفو کسانوکښی فرق کوی ٠ پدی صورت کی نو زړه تر حملی لاندی راشی چه د ٢ څخه تر ٢٠ دقيقو پوری دوام موندلای سي، د درد شدت دلته کله زيات اوکله هم کم وی ، فزيکی او روحی فشارونه دواړه منفی تاثير اچوی ٠ کله ناکله داستراحت په وخت هم داډول حملی پر زړه راځی چه غيرثابت حالت لری ٠ کله چه پر زړه باندی داسي حمله راسی بايد فورا دهغه کاره څخه چه سړی په مصروف دی لاس واخلې او ارام کښينی ٠ که دموټر چلولو په وخت وی بايد موټر ودروی اودبل چاڅخه مرسته وغواړی ٠ که دلومړی ځل لپاره ددغسی حالت سره مخامخ سي اودردونه د پنځو نه تر لسو دقيقوزيات دوام وکړی بايد فورا وعاجل س� �ويس ته خبر ورکړی او امبولانس راوغواړی ٠کهچيری ددغی ناروغۍ له کبله څوک تر تداوې لاندی وی بايد د نيتروګ� �يسرين تابليت يا سپر ې هميشه له ځانه سره ولری او پدغسي حالت کښی ئي استعمال کړی ، که د نوموړې دوا داستعمال س� �ه سره دردونه نورهم دوام ومومی ، په هرو دوودقيقو کښی بايد يو يو تابليت استعمال سی ، اوکه داکارهم ګټه ونکړی ډير ژر بايد عاجل سرويس راوغواړی ٠ پدی ډول حالاتوکښی ډيره مهمه ده چه ځان دوارخطائي نه وژغوری او په بيړه ځان تر ډاکتر يا روغتون پوری ورسوی ٠دزړه دتشنج علايم مختلف دی مثلا په سينه کښی دردونه او ناراحتی چه دپنځو نه تر لسو دقيقو دوام کوی او بيا پخپله ورکيږی ،کله خو اصلا هم دردونه نه حس کيږی٠ کله داسی دردونه په دواړو اويا يوازی په کيڼ بازو کښی راپيداکيږی چه کرارکرار دملا، غاړی او زامی پوری ځان رسوی اوپدی حالت کښی دغاښ درد ته ورته والۍ لری ٠ په ځينو کسانو کښی نفس تنګی هم منځ ته راځی ٠ ځينی کسان بيا عمومی ناراحتی ، خواګ� �ځيدنه، په بدن کی سړه خوله اوسرڅرخی حسوی ٠ دناروغۍ په لومړی وختونو کښی ويره اوتشويش هم ورسره تړلې وی ٠ ب -- دزړه په عضلو کښی دشيريانو بنديدل : لکه څنګه چه مخکی ياده سوه داهغه حالت دی چه زړه خپلو عضلوته دوينو دلاری ضروری اکسيجن رسولای نشی ترڅو هغه وکړای سي خپلې دندی يعنی دانقباض او انبساط چاری په برياليتوب سره تر سره او پدی توګه د وينی او اکسيجن رسول دبدن ټول غړوته تامين کړی ٠ دغه ناخواله دزړه دانفرکت او مرګونی حملی سبب ګرځی ٠ دنوموړو شيريانو دبندوالې علاج که ناروغ پر خپل وخت ورته متوجه او داکتر ته مراجعه وکړی ، اوس په اسانۍ سره ترسره کيدلای سی چه ددغې ليکنی اصلې موخه می همدغه خبره ده چه غواړم ددرنو لوستونکو پام ورته راواړوم ٠  اکسير داروګان او دعلاج ډير موثر او عملا تجربه سوی متودونه سته چه له کبله ئي مرګونی پيښي پدی اخيری کلنو کښی خورا لږی سويدی ٠ دوينو درګونو بنديدل هغه وخت منځ ته راځی چه دمنګ پواسطه نوموړې ځای دومره تنګ سي تر څو داخلی جدارونه ئي يو دبله سره ونښلې او دوينو دتيريدو لاره په ټپه بنده سي ٠ ددی کارپايله داده چه دزړه هغه عضلی کومی چه له دغی لاری ئي اکسيجن لرونکی وينه ترلاسه کوله ، نور له فعاليته لويږی او په تدريجی توګه ئي انساج که بند سوی ځای خلاص نشی اويا دکومی بلی لاری نه دوينو رسول ورته تامين نسی ، مړه کيږی ٠ په هره اندازه چه دزړه دعضلې زياته برخه لدی کبله دوينی اخيستلو څخه بی برخی سويوی ، په هم هغه اندازه دنوموړې عضلی زيات انساج دمړنی دخطر سره مخامخ کيږی او په هم هغه اندازه دزړه دپمپ کولو قد� �ت له منځه ځی ٠ دغه کار په سينه کښی شديد دردونه راپيداکوی چه شدت ئي په مختلفو کسانو کښی فرق کوی ٠ دادردونه هم کله کله لاسونو، غاړی او زامی ته رسيږی او څو ساعته دوام موندلای سی ، ضعف،خواګرځنی ،قۍ ، نفس تنګی ،سرڅرخی ، خوله کول ،ويره، تشويش اوخفګان رامنځ ته کوی ٠ ځنی کسان لا داسی احساس هم کوی لکه په سينه کی چه ئي لويه ډبره پ� �ته وی ، خو دتجربی له مخی په شل فيصده دغه ډول ناروغو کسانو کښی داناخواله دهيڅ ډول درد علايم نه ښئ ، يوازی عمومی ناراحتی او ستړيا او ديو ډول خفګان احساس کوی ٠چه زه هم له دغی ډلی کسانو څخه وم ٠ دزړه په عضلو کښی دشيريانو دبنديدلو علايم دزړه دتشنج اوپريدلو دناخوالې دعلايمو سره ډيرورته والۍ لری، خويوازنۍ ښکاره توپير ئي دادی چه هلته داسترحت او يا د نيتروګليسرين تابليتو د استعمال پواسطه دردونه ژر له منځه ځی ، مګر د� �ته دوامداره وی او فقط دروغتون په اړونده څانګه کی ئي علاج شونۍ دی ٠ په روغتون کښي داکار په بيړه سره ددا� �وګانو اويا هم دورانه ديوه رګ دلاری دبالون په داخلولوسره ترسره کوی ٠ لنډه داچه ددغسی ناروغی د علايمو په حس کولو سره بيله دی چه وخت دلاسه ورکړل سي ،بايد ډير ژر اړوند داکتر يا روغتون ته مراجعه وشی ٠ ج -- دزړه بی کفايتی اودريتم ورانيدل : داکسيجن کمښت په زړه کښی وعضلوته صدمه رسوی ، په ه� �ه اندازه چه داکمښت زيات وخت دوام ومومی په هغه اندازه ئي صدمه زياته وی ٠ هغه مشکل چه دزړه ددغی ناخوالې څخه ريښی اخلې ، ښکاره شکلونه ئي دزړه بی کفايتی او د ريتم ورانیدل دی ٠ د زړه د بی کفايتی معنی داده چه وينو ته ئي د دوران ورکولو قابليت کميږی چه دا کار کيدلای سي مختلف علتونه ولری خو تر ټولو مهم ئي دکوم رګ بندوالی دی ٠ همدارنګه دزړه د ريتم ورانيدل هم داکسيجن دکمبود له مخی منځ ته راځی او علايم ئي عمومی ناراحتی ،بی موازنه ګی ، دزړه پريدل ، نفس تنګی،سر څرخی او بی حسی ده ٠ معاينه ، تشخيص او د ناروغی علاج : دزړه دپورته يادو شوو ناخوالو دنښی نښانو په حسولو سره لازمه ده وخپل معالج داکتر او که خبر ډيره جدی وی ، دروغتون وعاجل سرويس ته بايد مراجعه وسی ، ترڅو اړينی معاينی تر سره اوترتشخيص وروسته ئي په علاج � �اس پوری سي ٠ هر څومره چه ژر او په مناسب وخت ونوموړوناخوالو ته پام واړول سي او اړوندی کتنی ترسره سي، هغوم� �ه ژر تشخيص کيدلای سي او دعلاج چاره اسانه کيږی ٠ درګونو دبنديدو علاج په لومړی وختونوکښی د داروګانو اويا هم دورانه داړين رګ دلاری دبالون په ورتيرولو سره شونۍ کار دی ، خوکه چيری ډير وخت پری تيرسي ،درګ يوه لويه ساحه بنديږی ، منګ کلک کيږی چه پدی صورت کښی نو بيا دعلاج يوازنۍ ډاډمنه لاره د زړه Bypassoperation جراحی ده ٠د بايپاس اپريشن دجراحی ومداخلی ته ضرورت ددغه ډول ناروغيو دعلاج تر ټو لوجدی چاره ده چه که څه هم داخيرنۍ دوو لسيزو په موده کښی ئي ښکاره برياليتوبوه په برخه سويدی خوبيا ئي هم متاسفانه چه مرګونی خطر صفر کړی ندی ٠ پدي خاطر نوضرور ګڼم په هکله ئي لږ زياته رڼا واچوم تر څو لوستونکی پوره معلومات ترلاسه او خدای مه کړی دورسره م خامخ کيدو په صورت کښی دچاخبره لاس او پښه نشی : پر زړه باندی د بايپاس Bypass عملياتو څرنګوالۍ : دتيری پيړۍ په وروستيو لسيزو کښی دطبی لاس ته راوړنو څخه يو هم دزړه بايپاس عمليات دی چه ماهم ددغو عملياتو پرميزباندی دپريوتلومزه وڅکله ٠دپلانی عملياتو په لړ کښی دادپيچلوعملياتو څخه شميرل کيږی چه بايد دکاملې عمومی بي هوښۍ په حالت کښی ترسره سي ٠دی عملياتو ته په طبی ژبه Coronar Artery Bypass Grafting يا په مخف ډول CABG وائي ، چه دلته د بايپاس Bypassڅخه مقصد دلاری اړول يا په بل عبارت داصلی لاری نه پرته دبلې لاری څخه ځان منزل ته � �سول دی ٠ پدی توګه دبدن دکوم بل غړی ، معمولا دپښی اوکله هم دلاس څخه په ضروری اوږدوالې چه کيدلای سي تر ٤٠ يا ٤٥ سانتی پوری ورسيږی ،دوريدونو يوه ټوټه راکاږی او بيله دی چه دزړه په عضله کی د تنګ سوی يا بند سوی شي� �يان سره تماس ونيسی اويا هغه بيځايه کړی ، دنوموړی راکښل سوی وريد يوه برخه تری غوڅوی ، يو سرئي دزړه په � �وی  شيريان يعنی ښارګ اوبل سر ئي دشيريان دبندسوی ځای نه يوڅه کښته دهم هغه شيريان سره وصلوی ٠ پدي ډول نو د وينو جريان مستقيما دښارګ څخه ددغه وصل سوی وريد دلاری دشيريان هغی برخی ته چه له بندسوی ځای څخه کښته واقع ده رسوی او دهغه ځايه بيا دپخواپشان اکسيجن لرونکی وينه په شيريان کښی خپله اصلی لاره اخلی او دزړه دعضلی هغوانساجوته چه داکسيجن دکمښت سره مخامخ وه ځان رسوی ٠ اوس نو دبايپاس معنا راته څرګنده سوه چه نوموړې وينی دخپلې مورنۍ لاری نه پرته پر بله لار ځان تر منزله ورساوه ،هلته ئي دمخ په ورانيدو عضلو وانساجو ته اکسيجن و� �کړ او ، دزړه نورمال فعاليت ته ئي لاره خلاصه او دپمپ کولو قابليت ئي بيرته ورته تامين کړ ٠ خو ددی دپاره چه تر زړه پوری دلاس رسولواوکارکولو پخاطر لاره پرنستل سي ، بايد دسينی په مرکزی برخه يعنی دګريوان پربرابر دسينی دمخ پوست پری سی، او په امتدادئي دسينی هډوکی اره سی او دسينی قفس خلاص کړل سي ، تر دی خبری پوری می د� �اعر دا بيت راياد سوچه وائي چه زړه روغ وی ګريوان کله څيراوه سي د ګريوان نه م علوميږی د زړه چاک د بايپاس عملياتوپروخت دزړه فعاليت په ټپه دروی او ديوی ځانګړې الی پواسطه وينوته اکسيجن ورکوی او دلوی دوران دبشپړولو پخاطر داوينه د بدن ټولو برخو ته دهمدغی الی پواسه پمپ کيږی ،هرکله چه وريدونه په بايپاس ډول نصب سول ، هغه وخت نو زړه بيرته فعالوی ترڅو خپله دنده پر غاړه واخلې ٠ په ځينو حالاتو کښی بيله دی چه دنوموړی الې نه کارواخلی، دزړه دفعاليت سره يو ځای عمليات تر سره کوی ٠ دبند سوو شيريانو رښنتۍ اوپوره تعداد يوازی دعملياتو پر وخت په دقيق ډول ټاکل کيدلای سي ٠ دبايپاس عملياتو څخه د � �اپورته سوی ريسک اوخطراندازه دزړه دحالت په څرنګوالې ، دنورو ناروغيو مثلا دشکری ديابت په موجوديت ، دوينو دفشار په ډير لوړوالې، دسږی يا پښتورګو په ناروغيو او همدارنګه دزړه دپمپ کولودقدرت په ټيټوالې پوری اړه لری ٠ دټولو اړينو موضوعګانوپه اړه که پخپله دعملياتو په باره کی وی او يائي ترهغه وروسته دعواقبو ، جرlح ډاکتر بايد مخکی له مخکی وناروغ ته پوره معلومات ورکړی ٠  د بايپاس عملياتو نه وروسته � �وغتيائي حالت : کله چه عمليات سرته ورسيدل ، دزخم ځاي دبدن دپوست پرمخ په طبعی توګه سورډوله رنګ اخلې ، خوکه چيری ئي سوروالی تر طبعی حالت زيات سور اوزيات تود وی اوياهم دهغه څخه مايعات په راوتو سي، اوياداسی پيښه سي چه تبه ورسره مل وی نو بايد فورا داکتر مراجعه وسي ځکه کېدلاې سي چه هلته ميکروب نفوذ کړی وی ٠د ٦ مياشتو څخه تر يوه کاله پوری دزخم د ځاي سوروالۍ هم ورکيږی اوحتی ټپ ئي لاهم دومره دليدو وړ نه وی، او که چيری منظما م ساژ سی سختوالی ئي دمنځه ځی او ارتجاعی نرم حالت غوره کوی ٠ تر عملياتو وروسته ديوی ټاکلی مودی دپاره لږ د� �دونه اودسينی پرسطح وکيڼ پلوته دپوست پرمخ بي حسوالې منځ ته راځی چه په کراره ورکيږی ،ولی کيدلای سی څومياشتی دوام وکړی ٠ که دردونوتر ٦ مياشتو پوری دوام وموند بايدد ډاکتر سره مشوره وسی،دادردونه او بی حسی پدی خاطر ده چه داعصابو نری تارونه دعملياتو پر وخت قطع سوی او سره جدا سوی دی او ترڅوچه بيرته ارتباط سره نيسی يو مدت وخت ته ضرورت لری ٠دسينی دقفس دخلاصيدو پروخت دملا پر شمزی فشاروارديږی او کيدلای سی څه مدت لږ دردونه ولری ، خو هغه دردونه چه پخپله په زړه کښی تر عمليا تو دمخه موجود وه ، په ډيرو نادرو حالاتو کښی راڅرګنديدلای سی چه دايوه غير معمولی خبره ده اوبايد ډاکتر پری خبر کړل سي ٠  دشيريانو دناخوالو په هکله څو اړينی يادونی : دکاراوفعاليت رول ٠  دانسان بدن دکاراوفعاليت پخاطر وانرژی ته ضرورت لری او انرژی هغه څه دی چه دغذا په تيره بيا دکاربوهيدرايت او شحمياتوڅخه توليديږی ٠ هرڅومره چه بدن � �ير فعال وی ،هغومره شحمی مواد ډير په انرژی تبديليږی او سوزی اوپه همدغه اندازه نوموړی مواد دټوليدو او په � �ګونو کښی درسوب کولو امکانات دلاسه ورکوی چه پدی توګه درګونو دبنديدو خطر کميږی ٠ اکسيجن ٠  دغه عنصر دتنفس کولو پروخت وسږو ته ورځی او دهغه ځايه دوينی پواسطه دبدن ټولو غړو ته رسيږی، دکار په زياتوالې سره دزړه عضلی قوی کيږی او دډيراکسجن دانتقالولو قابليت پيداکوی .  کلسترول ٠ داماده دهغوشحمی موادو څخه تشکيليږی کوم چه غذا ئي وبدن ته انتقالوی او په وينه کښی په دوه شکله وجود لری ٠  الف ٠ په مضر شکل چه د LDL-Cholesterol پنامه ياديږی او دبدن په رګونو کښي منګ جوړوی ،رګونه بندوی اوپه زړه کښی دسکتی دپاره ښه شرايط برابروی ٠ داحصايئ له مخی يوازی په ډنمارک کی چه نژدی پنځه ميليونه وګړی � �ری ،هرکال تر ٣٥ زره نفرو پوری سکته کوی چه ډير لږ ئي ژوندی پاته کيږی ٠  ب ٠ په ګټور شکل چه د HDL-Cholesterol پنامه ياديږی ، نوموړی کلسترول دمنګ جوړيدو او درګونو دبنديدو مخنيوی کوی ٠ ددغو دواړو ډولونو مجموعه دک� �سترول دعدد پنامه يادوی ، په هره اندازه چه داعدد لوړ وی په هم هغه دمنګ نيولو او درګونودبنديدو خطر ډيردی ٠ دکليسترول دمقدارداندازه کولو واحد ملې مول په يوه ليټرحجم کښی دی چه دروغ انسان دپاره ئي بيخطره مقدار بايد له ٥ ملی مول نه زيات نه وی ٠ پدی ډول بايد کوښښ وسی ترڅو دګټور کليسترول عدد له يوه نه لوړ اودمضر کليسترول دا بيا له ٣ څخه ټيټ وساتل سي ٠ که چيری څوک دزړه ناروغی ، دوينو دجريان ناخوالی ، دشکری ناروغی او داسی نور ولری بايد دکليسترول ګډ عدد له ٥ څخه هم ټيټ راوستل سی ٠ دزيږيدنی پروخت ديوه ماشوم کليسترول ٢،٥ دوه نيم دی او داهغه مقدار دی چه دانسان بدن ضرورت ورته لری، لدی زيات ئي اصلا اضافی او تاوانی ٠ دبل پلوه دايو اړين کا� �دی چه دبدن دضرورت له مخی بايد په ټاکلې اندازه شحميات او غوړين مواد وخوړل سی، خو شحميات هم فرق لری يعنی ځينی ئي مشبوع دی چه زياتره مضر کليسترول تری جوړيږی اوځينی بياغيرمشبوع دی چه ارګانيزم ګټور کليسترول ورځخه پلاس راوړی ٠ ددغو دوو ډولونو دسره توپيرکولو اوپيژندلويوه ساده قاعده داده : ،، که چيری غوړين مواد په يخچال ګښی کلک وګرځيدل نو مشبوعيت ئي زيات او که مايع پاته سول ، مشبوعيت ئي کم دی ،، ٠  بدنی فعاليت ٠ ددغه ډول ناروغانو دپاره ضرورده چه هره ورځ لږترلږه نيم ساعت ورزش وکړی اويا په چټکتيا سره قدم ووهی ٠  د ورزش اوجسمی فعاليت ګټي ٠ ١ ٠ دډيری هوا تنفس کول ٠ ٢ ٠ دزړه دفعاليت زياتوالۍ ٠ ٣ ٠ دبدن په عضلو اوزړه کښی درګونو قوی کيدل ٠ ٤ ٠ دعضلو پواسطه دانرژی دمصرف زياتوالۍ ٠ ٥ ٠ دکاربوهايدرايت اوشحمياتو د سوزولو زياتوالۍ ٠ ٦ ٠ دشکری دناروغی مخنيوی ٠ ٧ ٠ دخفګان ،تشويش او ديپريشن مخنيوی ٠  سګ� �يت څکول ٠ داعمل دوينی پر نورمال دوران او دزړه پر روغتيا باندی ډيری ناوړی اغيزی ښندی ، دمثال په توګه هرکال په دنمارک کښي له دوولس زرو څخه زيات کسان دسګريت څکولو له امله د منځ ته راغلو ناروغيو څخه مری ٠ چه لدغی ډلی نه ئي د څلورو زرو کسانو مړينه دزړه دناخوالو اودوينی ددوران دورانيدوله کبله ده کوم چه دسګريت څکولو نه راپيدا سويدی ٠ احصايي ښودلې ده چه دو ينی دشيريانو دبنديدو خطر په سګريت څکونکو خلګو کښی دوه برابر زيات دی ، حتی په غيرفعال اوپسيف سګريت کښانو يعنی هغو کسانو کښی چه پخپله هيڅ سګريت نه څکوي خودايما دسګريت څکونکو سره سروکار لری او دهغوی کارول سوی دود تنفس کوی، په نوموړوناروغيوباندی داخته کيدو خطر ٣٠ په سلو کښی زيات دی ٠ دستړيا او ستومانۍ حالت ٠ خستګی او ضعف چه دزړه دناروغې يوه څرګنده نښه ده تر عملياتو وروست کرار کرار له منځه ځی او نورمال حالت اخلې ٠ ديپريشن ٠ دزړه دنا� �وغی سره معمولا تر عملياتو دمخه يا وروسته کيدلای سی روحی ناخوالی تړلې وی چه بايد اخته کسان ورته متوجه او دډاکتر په مشوره ئي په تداوی اقدام وکړی ، پدی اړه دصحی بيمی څخه هم مادی مرسته ترلاسه کيدلای سی ٠ د ديپريشن نښی نښانی په مختلفو کسانو کښی فرق کوی، په عمومی توګه په لاندی ډولون څرګنديږی : فزيکی نښی : د زړه ضربان ، دسر درد ، داخلی ناارامی ، دمعدی دردونه ، بی اشتهائي، نفس تنګی ، ٠٠٠٠٠٠٠ روحی نښی : عمومی بی ميلی ، ستومانی ، ژر هيرونه ( هوشپرکی ، دافکاروغيرمتمرکزتوب ،بی تابی ،طبعت خرابی ، ٠٠٠ په کړو وړو کښی تغيرات : بيخوبی ، تعرضی حالت ، عصبانيت ، بی تصميم والې ، بيحوصلګی ، انتقاد او خورده ګيری ، خفګان او ت� �ويش ، جنسی چاروته بی ميلی ، ٠٠٠٠٠البته ځينی دلوړو نښو څخه د يو لړ ناروغيو له کبله هم څرکنديدلای سي چه په هکله ئي يوازی اړوند ډاکتر مناسب تشخيص کوی ٠ جنسی تمايلات ٠ دروحی ديپريشن په حالت کی چه په ډيرو کسانو کښی دزړه دناروغې سره منځ ته راځی،کيدلاي سي سکسی تمايلات لږ سی کوم چه په عمومی توګه تر تداوی يا عملياتو وروسته بيرته احيا کيږی ٠ داسی افواهات هم دخلګو ترمنځ سته چه ګواکی تر عمليتو وروسته جنسی فعاليت دوينی درګونو دبيا دوباره بنديدو سبب ګوځی ، مګر داخبره اصلا هيڅ ډول علمی بنسټ نلری داځکه چه جنسی په زړه پوری مصروفيت پخپله دجسم او روح دپاره يو ډير سالم ورزش دی چه داکار دزړه دپاره نه يوازی داچه مضر ندي بلکه ګټورهم دی ٠ که چيری احيانا هم ځينی کسان تر عملياتووړاندی يا وروسته د بعضی داروګانو ترجانبی منفی اغيزو لاندی ددی ډول جنسی کمبود دناخوالو سره مخامخ سی ، په اسانۍ سره کيدلای سی دروح پيژندونکی اويا اړوند � �اکتر په مرسته تداوی سی ځکه نو داډله کسان نه ښائي چه ځان له دی کبله دتشويش منګولو ته وسپاری او پدی توګه خپل روانی حالت دلانورو ناخوالو پواسطه اسير کړی ٠ مناسبه غذا ٠ دوينی درګونو په بنديدو کښی لويه ګناه دکليسترول پرغاړه ده چه هغه بياوينی ته دغوړينی غذاد لاری ورځی ،ځکه نوبايد دخوړلو دپاره دغذا داسی ډولونه غوره سی چه چه غوړين مواد اوشکره ئي ډيره کمه وی ٠ دخوراکی توکو لاندی ډولونه مناسب ګڼل سويدی : ١ ميوی او ترکاری ګټوره خوراک دی او پکار ده چه په مجموعی توګه هره ورځ د٦٠٠ شپږسوه ګراموپه اندازه ميوی اوسابه وخوړل سی ٠ ٢ ماهيان که چاغ وی يا خوار ،خوړل ئي ګټه لری اوضرورده په هفته کښی کم تر کمه ٣٠٠ دری سوه ګرامه ماهيان وخوړل سی ، مګر ښه داده چه ماهيان په غوړو کښی سره نه بلکه بی غوړو په داښ کی پاخه سی ، کنسرو او په فريزر کی يخۍ سوی ماهيان هم ګټور دی ٠  ٣ - توره او دجوارو ډوډۍ تر سپينی ډوډۍ ګټوره ده ٠  ٤ - پټاټې ، وريجی او مکرونی چه غوړی ئي ډيرکم وی په خوړلو ارزی ٠  ٥ په غذاکښی پکار ده چه غيرم� �بوع شحميات اوغوړين مواد هغه هم په مناسبه اندازه وکارول سی ،مثلا دشرشم او زيتون غوړی ، نباتی مايع مارګا� �ين غوړی، همدارنګ دبادامو، چارمغزو،دنور ميوو دمندکو، زڼو او راز راز حبوباتو اوغله دانو غوړی هم په په يوه ټاکلی مقدار نقص نلری  6- بوره او نورخواږه خوراکونه لکه کيک، کلچی، شيرينی باب، خواږه مشروبات او ددا� �ونورو خوراکی شيانو دمزی کتل بايد يوازی اخترونو اوجشنونوته وځنډول سی ٠ ٧ -مالګه بايد په ډيرلږ مقدار وکارول سی ځکه چه ډير مقدار ئي دوينی فشارلوړ بيائي اودمنګ په جوړولو کښی مرسته کوی ٠ ٨ - دالکولی مش� �وباتوډيرڅکل روغتيا ته ضرر لری او داسلام مقدس دين هم په کامل صراحت سره منع کړی دی ٠  ٩ - دغذا خوړلو پ� �وخت او دورځی په جريان کښی داوبو سره عادت درلودل ګټور کار دی  ١٠ - لنډه داچه دمناسبی غذا او ورزش پواسطه دبدن دوزن کمول ضرور کاردی ،ځکه دوزن ډيروالې فشارجګوی او دزړه ناروغيوته لاره پرانيزی ٠  دا وی هغه څوخبری چه د وطنوالو د پوهاوی اوخبريدو په خاطر می دسپين کاغذ مخ ورباندی تور کړ ، البته ښه به داوای چه داکار ديوه طبی ماهر لخواترسره سوی وای ٠ خو په پای کښی ديادونی وړ بولم چه که زموږ محترم ډاکت� �ان په لوړه ليکنه کښی کارول سوی طبی ترمينالوژی کمزوری وګڼی ، هيله می داده چه چه دملامتولو پرځاي می دهغه واصلاح کولوته پام راوړی ٠ لکه څنګه چه ليکنه درحمان بابا په يوه شعر پيل سوه ، غوره ګڼم چه دهمدغه زړه سواند درويش ديوه شعرپه مقطع سره دپای ټکۍ ورته کښيږدم : دابيان دوراودراز وو رحمان وکړ مختص� �  په ناروغ زړه کښی په پرديسه مينه پوهنمل حاجی محمد نوزادی ډنمارک ٠ د Arhus ښا� � ",دناروغ زړه تماشا مه کوه: پوهنمل حاجی محمدنوزادی 4939,," فراه کې امنيتي چارواکو منلې چې د ګډو عم� �ياتو په ترځ کې يې د ملا عبدالقيوم په نامه يو طالب قومندان ددغه ولايت د بالابلوک په ولسوالۍ کې نيولۍ دي. فراه کې دري ورځې وړاندې گډ عمليات پيل شوي ، چې ٦٠٠ افغان او بهرني ځواکونه په کې گدون لري . ",چارواکي :فراه کې يو طالب قومندان نيول شوي 4940,," ", 4941,,"   دکورنیو چارو وزارت له لورې دخوست پخوانی والي معراج الدین پټان دغزني نوی والي ټاکل شوی دغزني پخواني والي شیرعلم ورته تیره ورځ پدغه ولایت کې خپل ځای پریښود او دغزني ٢٠٠ سپین روبو ته یې وروپیژاند دائتلاف له لورې په راغلې خبرپاڼه کې معراج الدین پټان وړ شخص بلل شوی اولیکلي یې دي چې له تروریستانو سره په جگړه ښه پوهیږي. ",معراج الدین پټان دغزني والي ټاکل شوی. 4942,,"   بینواویبپاڼې ته راغلې دایساف خبرپاڼه لیکي چې په مزار شریف کې دایساف جرمني سرتیروله دغه سوځیدلي څلورسوه بستریز روغتون سره دخیمو اودلنډ وخت لپاره دناروغانو ددرملنې لپاره یو لړ درغتیایي توکو مرسته کړې. دغه روغتون ابله ورځ دب� �یښنا دجټکې له امله سوځیدلی کوم ځاني زیان یې ندی رسولی خو دروغتون ټولې خونې سوځیدلي دغه روغتون ته دبلخ له گاونډیو ولایتونونه هم ناروغان لیږدول کیدل.  ",دبلخ سوځیدلي روغتون سره ایساف مرسته کوي. 4943,,"   دولسمشر کرزي درسنیو دفتر له لوري بینوا ویبپاڼې ته په راغلي خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دملگرو ملتونو دسرمنشۍ څوکۍ ته ولسمشر کرزي دم الیې دپخواني وزیر او دکابل پوهنتون داوسني مشرډاکټر اشرف غني احمدزي له کاندیداتورۍ څخه ملاتړ کړی او ښاغ� �ی غني یې دغه څوکۍ ته نومولی ولسمشر دملگرو ملتونو له ټولو غړو غوښتي له ښاغلي احمدزي سره دهغه دکاندیداتورۍ په بریالیتوب کې مرسته وکړي. خبرپاڼه کې ډاکټر غني احمدزی دهیواد دسویل دیوه وړوکي کلي اوسیدونکی بللی شوی، دنورو افغانانو په څیر کډوال شوی دژوند ترخې یې لیدلي خو خپلې پوهې تردې ځایه رسولی. داکټر اشرف غني احمدزي پخوا ویلي وه چې تمه لري بریالی شي دغې څوکۍ ته اووتنو خپل ځانونه نومولي. ",ولسمشر کرزي داشرف غني احمدزي له نوماندۍ ملاتړ وکړ 4944,,"   بینوا ویبپاڼې ته ایساف له لورې په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې تیره شپه ١١:٢٠ بجې ددغو ځواکونو کاروان دکابل په لویدیځ کې دموسهي  � �ورته دگزمې لپاره روان وه چې  دترافیکي پیښې درامنځته کیدو له امله یو ایتالوی سرتیری ووژل شو او دوه نور ټپیان شول ټپي سرتیري روغتون ته ددرملنې لپاره لیږدول شوي. دایټالیا ددفاع وزارت دایټالوی سرتی� �ي دوژل کیدو خبرتائید کړی. دکابل په لویدیځ کې موسهي ولسوالۍ پدې وروستیو کې دگڼو ناامنو پیښو شاهده ده.  ",دکابل په موسهي کې تیره شپه یو ایټالوی وژل شوی. 4945,,"   دناټو خبرپاڼه کاږي چې تیره ورځ ددوو چاودنو په تور یې ١٢ تنه شکمن چې گمان کیږي دوی به دا چاودیدونکي توکي دکندهار دپشمول په سیمه کې دچاودنې لپاره ایښي وي نیولي ایساف وایي دواړو چاودنو کوم زیان نه درلود.  ",دچاودنې په تور ١٢ شکمن ناټو کندهار کې نیولي. 4946,"حبيب الله غمخور"," ليکونکی : حبيب الله غمخور دريمه او وروستۍبرخه پاکستاني چارواکو تل  پر خپله خبره په سرټمبگۍ پافشاري کړېده ! دپاکستان  دجوړيدونه بيا تر اوسه هغه دچا خبره ددوي چرگ يوه پښه لري ،دافغانستان دټولو چارواکو سره يې  داهيڅ وخت نه ده منلې چې دوي دافغانستان په کورنيو چاروکي لاس وهنه کوي  ،تل ځانونه دافغانانو دوستان معرفي کوي ،په سياسي ويناو کښي ځانونه  دپياوړي اوپر مختللي افغانستان پلويا ن بولي ،مگر تاريخ شاهد دۍ هر هغه حرکت چي په افغانستان کې داقتصادي ،سياسي ،فرهنگي اوټولنيز پرمختگ په لور شوۍ پاکستان  په خپلو ټولو امکاناتو دهغه مخه نيولې ده ،پردي ټوله نړی له افغانانو سره قانع دي چي پاکستان په هيڅ � �ول حاضر نه دی په افغانستان کې يو حرکت هم دهغوي له نظره ليري وي  . جن� �ال پرويز مشرف اونور جگپوړی دافغانستان دچارواکو دگوت نيونو اودهيواد په کورنيو چاروکي دپاکستان دبربنډو م داخلو دبيلگو په وړاندي کولو سره بياهم ،دوي دايوه خبره کوي چي موږ هيڅ وخت دافغانستان په کورنيو چاروکي لاس وهنه  نه کوو ،موږ ديوه غښتلي اوپر مخ تللي افغانستان دجوړېدو مينه وال يو او دلته ام نيت او سوکالي زموږ په گټه هم ده .خوپه عمل کې ددغو خبرو عکس کارونه تر سره کيږي. پاکستاني چارواکي  په وار وار  خپلي ژمني تكرار كړي او ويلي  چي د ت� �هګري په له منځه وړلو كي به له ټولو لارو چارو نه ګټه اخلي . خو اوس نه يوازي افغانان بلکي دپاکستان بهرني پ� �ويان  ،هغه هيوادونه چې دلته په افغانستان کښي يي  تر (( ۳۰زره)) زيات پوځونه پراته دي پدې  ډير ښه پوهيږي چي د پاكستان ژمني د باور وړ نه دي، دا پنځه كا� �ه كيږي چي پاكستان ژمني كوي مگر عمل  پري نه کوي ، پاكستان په هيڅ توګه نه غواړي د افغانستان په وړاندي  خپله ستراتيږي بدله كړي، پاكستان بايد يواځي دي ته اړ كړاي شي چې دغو بې شرمانه مداخلو ته دپاي ټکی کښېږدي  . که نړيوال په رښتيا سره غواړي په افغانستان کې ارامي او امنيت راشي ، پاکستان بايد دې ته اړکړې چې دافغانستان په اړوند په خپله پاليسي کي له ريښې تغير راو� �ي . مشرف  پدې ښه پوه دی چې هيواد يي دتروريزم نړيواله زاله ده ،اودکرښي پر سر بيله دېنه چې سياسي برخه ليک يې معلوم شي داغزنو ديوالو تيرول کومه گټه نلري ،دا خپلو موخو ته درسېدويوه بهانه ده . که دپاکستاني جنرالانو او مشرف نه دا پوښتنه وشي  : ښاغلو دا پنځه کاله پر � �ه پسي په هسپانيا ،فرانسه ، اټاليا ،مصر ،دوه ځله په لندن کې ،اوپه خپله په پاکستان کې په هغه تر سره شووترو� �يستي عملياتو او انسان وژنه کې څومره پاکستانيانو گډون درلود ؟  داکسان چيري روزل شوي وه ؟ بيا چوپه خوله پاتيږي .داپه افغانستان کې ځانمرګي ب� �يدونه ، دديني عالمانو  ، د ښوونځيو ښوونكو اوزده كونكو  او په افغانستان كي د بيا ودانولو په چارو بوخت بهرني او كورني كاركونكي وژل ،تښتول  دا دعادي خلکو کار دی او که ددې دندو دترسره کولو لپاره  لازمه ښوونو ته اړتيا شته ؟ حقيقت خو دادی چي دا دنالوستو اوناپوهو کسانو کار نه دی ددې موخي دتر سره کولو لپاره بايد معين خلک روزل شوي وي ،چې په وار وار دطالبانو وياندو دامنلې ده چې يوازي دځان وژنو لپاره يي په سلهاو کسان روزلي دي . سوال پيدا کيږي دغه روزنتونونه چيرېدي ؟ په افغانستان کښي ددې کار امکان قطعأ نشته ،طبعي اوتر لمر روښانه خبره ده چي دپاکستان په خاوره کي او دماهرو تروريستي کارپوهانو لخوا ورته ښوونه کېږي . مغزونه يي دومره ور مينځي چې ځان وژنې ته اماده کيږي ،داکار په ساده خبرو او ساده تبليغ نشي کېداي ددې لپاره ټاکلي ميتودونه شته چې دهغو پوسيله ځوانان او بې گناه انسانان  ځان وژنې ته اماده کيږي .زموږ ددې وينا اوڅرگندونو  نه يوازي افغاني چارواكي   بلكي نړيوالي رسني اوم نابع هم پخلئ كوي  دوي وايي : چي اوس هم دپاكستان په بيلا بيلو سيموكي د ترهګري ځالي شته اوله هغه ځايه ترهګر افغانستان ته راځي او د ورانكاري عمليات ترسره كوي. په باجوړکې د ائتلاف د پوځونو لخوا په  بريد كي د القاعده د يوشمير مهمو غړو مړينه او پاکستان کې دځينو تروريستانو نيونه چي د پاكستان د جمهور رئيس پرويز مشرف  هم تائيدوي ، ددي خبري پخلي كوي چي په پاكستان كي د ترهګري ځالي شته . داستراليا دبهرنيو چارو وزير ((  الکساندر دوانر)) په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي چې دکاناډا دبهرنيو چارو وزير(( پیتر  مکی)) هم حاضر و وويل : زه پدې عقيده يم چې دپاکستان امنيتي  قواوي  د طالبانو  همفکری  و همدردی  لري  . هغه وويل : طالب جنگجویان په پاکستان کي پناه ځايونه لري ،اوپدې کي هيڅ شک نشته چي په پاکستان کښي  دامنيتي ځواکونو په گډون داسي کسان شته چې دطالبانو حمايت اوملاتړ کوي .    د۱۳۸۵ ز کال دسنبلې په ۲۸ په هغه غونډه کې چې دپاکستان  دسياسي گوندونو درهب� �انو او استازو په گډون جوړه شوي وه ،ويناوالو پر پرويزمشرف باندي په انتقاد کولوسره دهغه  سمدستي گوښه کېدلو غوښتنه وکړه. دباختر اژانس دخبر په حواله عمران  خان دجنبش  انصاف  پاکستان رهبر پدې غونډه کې وويل :  جنرال مشرف دولس داستازو په عوض ټول دولتي واک په خپل لاس کې اخيستی چې دا دملک داساسي  قانون خلاف کاردی . اسفند یار ولی خان وويل :   دکشمير په مسله کې دپاکستان حکومت د هلیکوپتر او جت الوتکوڅخه استفاده ونه کړه مگر د وزيرستان او بلوچستان دخلکو په مقابل کښي يې ډير بې رحمانه دهوايي قواو نه کار واخيست .ولی خان علاوه کړه اوس مشرف وايي طالبان په پښتنو پوري اړه لري پداسي حال کې چې دا هيڅ حقيقت نلري ،طالبان دپاکستان ح کومت په ځانگړې توگه د آی – اس  - آی پيداوار دي .  ميرمن نسيم ولى دخپل ژوند دملگري  ولي  خان تر مرگ وروسته دالومړۍ ځل و چې په پيښور کې يې  په غونډه کې خبري کولې وويل : طالبان او القاعده دپاکستان او امريکا دا� �دودغلط سياست په پايله کې راپيداشول ،هغه چا چې دا اور بل کړی اوس خپله پکښي سوځي . هغې پداسي حال کې چې دطالبانو داوسني فعاليت سره يي خپل مخالفت څرگند کړ وويل طالبان بايد فکري تحريک ولري اودجگړې څخه لاس په سر شي .  هغي زياته کړه طالبانو دتحريک پر ځاي په ويرانيو،شپه او ورځ يې  دخلکوپه وژنه لاس پوري کړی دی ،طالبان خپله دوږخ غواړي ځکه دخلکو وژل لويه گناه ده چې د مرتکب ځاي يې په � �خيرت کې دوږخ دی . نسيم ولي څرگنده کړه مشرف ضاحرأ دطالبانو او القاعدې سره مخالفت څرگندوي ،خو نور تر هغه ټيټ پوړې  چارواکي شته چې دهغوي نه برملا ملاتړ کوي .  طالبان دپاکستاني جنرالانو او امريکا يي ډالرو پوسيله منځته راغلل ،چې داددوي دغلطي پاليسۍ څرگنده بېلگه ده. هغې وويل حامد کرزی بايد دمخالفينو سره ستونزي دمفاهمې او تفاهم له لاري حل کړي ، جگړه نوري ستونزي  منځ ته راوړي او دهيواد اقتصاد له منځه وړي . داچي ولي دافغانستان په جنوبي سيمو کې دا اور بل دی ددې دليل دانشي کيداي چي طالبان پښتانه دي او دپښتنو له ملاتړنه برخمن دي  ،کيداي شي هغوي په يوه ملي پاڅون بدل شي ، پرويز مشر غواړي په يوه فير دوه نښانه وويلې  . له يوې خوا غواړي په داخل اوبهرکي پښتانه دجگړه مارو او تروريستانو په نامه بدنام کړي ،په افغانستان کې نورو پرتو قومونوته څرگنده کړي چې  داټوله بدمرغۍ دپښتنو دلاسه ده ،اوله بلي خواغواړي  بهرنيان پدې معتقد کړي چې طالبان ستر قوت دی او دپښتنو چې په هيواد کي غوڅ اکثريت  دي له ملاتړ نه برخمن دي  په جگړه نشي کيداي ددوي سره خبري وشي ،م وږ حاضر يو ددوي په اصطلاح سرحد په اغزن ديوال وتړو. هغه سرحد چي تر اوسه يې برخه ليک نه دی معلوم  . رښتيا داده چي دغه سيمه دطالبانو اونور لپاره دجگړې ميدان  ځکه دی چې پدغه سيمه دشوري سره دجگړې دوخت سمڅي ،پټ ځايونه شته ،پاکستان ته په اسانۍ سره دوباره تلاي شي  ،لوژيستکي مرستي په ساده شکل ترلاسه کولاي  شي . تر ټولو وړاندي دپاکستان  نه غواړي چي پښتانه قوي او غښتلي وي ،هغوي دپښتنو دقومي نشنليزم  نه سخت ډاريږي ،فکر کوي که ددواړو خوا پښتانه ارام او بسيا ژوند ولري ،سره يوځاي شي دپاکستاني حکومت جرړي به له بېخه وباسي ،په همدې اساس پاکستاني چارواکي دکرښې سهيل ته پراته قومونه پدي نامه بمبارد کړه اويو شمير � �ومي مشران يي له منځه يووړل چې گواکي هلته القاعده او طالبانو ته پناه ورکول کيږي ،اودې غاړې ته  خپل تر بيه شوي راليږي چې امنيت گډود او سوله له جدي خطر سره مخامخ کړې تر څو هر څه په ټپه ودرېږې . کله چې پاکستان  داروپااونړۍتر فشارلاندي راسي  اعلان وکړي چې دپاکستان امنيتي قواو لخوا يو شمير وتلي طالبان نيو شوي اوترتحقيق لاندي دي .اول خو په حقو قي لحاظ همدا اعلان چې پاکستاني چارواکو طالبان اودالقاعدي سره په تړاو کې خلک نيولي دا معنا لري چې پا پلساتان کې طالبان او دالقاعدي سازمان غړي ژوند کوي  .دا چې دوي  بياڅوک نيولي بېلگو ښودلې ده چې تل عادي خلک نيسي دافغانستان سره يې  پر هغو بنديانو تبادله کوي کوم چې دطالبانو دحاکميت دړنگېدوپه وخت کې دامريکا پر ضد دطالبانو په پلوی افغانستان ته راغلي وه او يا اوس په عملياتو کې نيول شوي وي . دروان 2006 م کال  د اگست په 18نيټه دکندهار والي په جار سره خبريالانو ته وويل چي پاکستان دوي ته عادي خلک ورسپاره لي دي هغه وويل :  پاکستان عادي افغانان راسپارلي دغه(( ٥٧ ))كسان چې دوه اوونۍ وړاندې د پاكستاني چارواكو له لورې په دې تور نيول شوي وه چې ګواكې دوى طالبان دي اود پاكستاني چارواكو له لورې  ورسپارل شوي دي  عام افغانان دي او له طالبانو سره هيڅ ډول تړاو نه لري . له پاکستان نه اروپاته  � �اغلې مسافرين وايي چي دوي ته هلته افغانانو قصې کړي دي  : دپاکستان  آي اس آي  يو شمير خلک مجبوروي چې دطالبانو دليکو دپياوړ تيا لپاره دهغو سره يوځاي شي اوکه دا ونه کړې دوي به يې پدې تور چي دطالبانو سره اړېکي لري زندان ته بوزي  ، يو شمير له دغه ډارنه هم دطالبانو سره مرسته پيل کوي ،  دا دولس خبري دي او تر ډيره بريده حقيقت لري  . کله چې دطالبانو رژيم ړنگ شو دانگليستان صدراعظم توني بلير په يوه وينا کښي په لوړ اواز وويل : (( موږ به افغانستان داسي آباد کړو چې نړۍ به ورته گوته په غاښ ونيسي )) ،اوس کېداشي پو ښتنه  ځيني وشي بلې ښاغلۍ صدراعظم ! اوس دافغانستان ويرانيو او امنيتي ستونزو مرگ ژوبلي  ته ستاسو او دناټو سر سلاکار هم ورته گوته په غاښ حيران پاته دي  . که تاسو نه پوهېږۍ موږ به يو ځل بيادرته ووايو : تر څو دپاکستان جنرال نو او هلته دبنسټپالو ټولنو لاسو له افغانستان څخه لنډ نه کړۍ ،داروپا هديرې به داروپايي ځوانانو په قبرو ډکې شي ،او داوطن به جوړ نکړۍ نور به يي هم ويران کړۍ ! تاسوبه  دهغو خلکو چې زحمت باسي دخواريو او خولو په تويولوسره لاسته راغلې پيسودولت ته ورکړه شوې ماليه  دلته بې ځايه  ولگوۍ . لومړۍ بايد امنيت ټينگ شي ، وروسته دودانولو کارونه پيل شي . پدې هر څوک ښه پوهيږي چې په پاکستان کې همدا اوس تر ((لس زره )) زياتو مدرسو کې دبنسټپالو گوندونو تنظيمنو او ډلو کسان روزل کيږي ، دا لښکر طيبه ،لښکر سپاه ،جيش محمدي ،حرکت المجاهدين ،نه پوهيږم سپاه طيبه ،حزب مجاهدين  ،جميعت العلماي اسلام  او نور دادعربې نومونو خاوند ترهگر گروپونه  چې شمير يې تر  ((۲۵)) اوړې  ټول په پاکستان کې ځاله لري اوله همدغه هيواد نه دنړۍ په گوټ گوټ کې ترهگرۍ تر سره کوي ، په کابل کې په خپلو ورستيو خبرو کي جنرال مشرف اعتراف کړې چې دشوروي دوخت له (۶۰)) زرو عربونه  تقريبأ ((۳۰))زره ورپاته شول، په حقيقت کې دلښکر پارټۍ له همدغو فاناتيکانو نه جوړيدي ، ټولوته  څرگنده شوېده چې پاکستان  همدوي زموږ هيواد ته دترهگريولپاره � �الېږل . دشمالي اتلانتيک يا ناټو دتړون دغړو هيوادو يو مشر هم پاته نشو چي ژورنالستانو ته يي دپاکستان له م داخلو نه سر نه دی ټکولئ ،که دامريکا جمهور رئيس پدې قانع نه واي چي پاکستان چارواکي په ډيره سپين سترگۍ دلته مداخلې کوي فکر کوم ددرو واړو هيوادو (افغانستان  ،امريکا اوپاکستان) دجمهور رئسانو دغه وروستی ليدو ته چي ټوله نړۍ يې پايلو ته لار څاري هيڅ ډول اړتيا نه وه . ښاغلي مشرف دا هم ويلي چې د امريکا د ولسمشر په حضور کې د ده او ولسمشر کرزي تر مينځه کيدونکې خبرې به خورا گټورې پايلې ولري  . ښاغلي کرزي وويل : واشنگټن ته په روښانه دريځ ځوله  پاکستاني ولسمشر نه په روښانه ټکو کې وغواړي چې دترهگرۍ په وړاندې له افغانستان او نړى سره مرسته وکړي .  ورته غوښتنې په تېر وخت کې هم شوي خو د ښاغلي کرزي له دې خبرو داسې ښکاري چې دا ځل غواړي د جورج بوش په وړاندې ژمنې ترې واخلې .ممکن بله انگېرنه ترې داوي چې اسلام اباد هغه ډول مرسته نه کوي چې کابل يې هېله لري .که څه هم يوه هفته وړاندې په کابل کې جنرال مشر ف ژمنه وکړه چې دترهگرو،ورانکارو او طالب وسله والو په مخنيوي کي به افغان دولت سره مرسته کوي . ددې مرستي په بدل کښي هره مياشت پاکستان له امريکا او نورو هيوادونه ((۸۰)) ميليونه ډالره ترلاسه کوي .دامریکې متحده ایالات له دواړو هیوادوسره نږدې اړیکې لري، اوهڅه کوي ترڅوددواړو خواوو ترم نځ انډول وساتي اودواړه لوري دخبرواتروله لارې داختلافونولرې کولوته وهڅوي خو دافغانستان اوپاکستان ترمنځ م خالفت دومره ژورې ریښې لري چې په نږدې راتلونکې کښې یې  دداډول دوه مخو سياستونو په پلي کولو سره لرې کول شوني نه برېښي . دسياسي کتونکوپه آند: پاکستان دافغانستان په هکله خپله کړن لاره نه ده اړولې اوپرافغانستان له بشپړې ولکې پرته پرلږ څه نه قانع کیږي اوترهغه دمه چې افغانستان په ټوله م انادپاکستان دسیاست پلوي نه شي دغه هیوادبه په افغانستان کې له لاس وهنې اوامنيت ګډوډلوڅخه لاس په سرنه شي . � �ه بلي خواپاکستانیانو په ښکاره توګه په افغانستان کې له روان بهیرڅخه چې په پلويا ن يې په هيواد کي له سياسي بهير نه اړخ ته ټيل وهل شوي دي ،خپله ناخوښي ښودلې .پاکستان غواړي په سیمه کې دافغانستان سیاست دهغه دستراتیژۍ په محورراوڅرخي . کابل ته په خپل وروستي سفرکې پرویز مشرف په دپلوماتيکه ژبه  افغاني چارواکوته وریاده کړه چې دپاکستان له سیمه ایز سیال هندسره دافغانستان ډیرنږ دې کیدل پاکستان ته دزغم وړنه دي .هغوي د پاکستان پولې ته نږدې دافغانستان په ځینو ولایتونوکې دهندقونسلګریویادونه وکړه ، دهغو� �تون دپاکستان پر خلاف دهندلاس آزادپریښودوپه مانادي .مگردافغانستان دبهرنيو چارو مسولينو په کراتو داوي� �ي  چې دیوه خپلواک هیوادپه توګه حق لري له هرهیوادسره چې غواړي ديپوماتيک اړېکي او دوستانه مناسبات  ولري  . دډله ايزو رسنيو دخبر له مخي به مشرف او کرزی دواړه  دامريکا دجمهور رئيس سره وگوري ،ددغې کتني لپاره بيله بلنه ورکړه شوېده ،مگر اوس چي تر ليدو دمخه ددواړو خو په ځانگړې توگه دپرويزمشرف په دغه تونده لهجه يودبل په ادرس  خبري وشوې داسي ښکاري چې ددوې دهغه خبرو پاي� �ه چې دجورج بوش سره يوځاي به يې وکړې هم بريالی نه برېښې ،دبېلگې په توگه  : دسپتمبر په ((۲۰)) نيټه  حامد کرزی دملگرو ملتو دسازمان په ((۶۱)غونډه کې په خپله وينا کې وويل : په افغانستان کې دتروريزم دجرړو دايستلو لپاره دغه عمليات کافي نه دي . هغه د ترهگرو دورانوونکو بېلگوپه  يادولوسره څرگنده کړه دتروريزم ريښې بايد په ټوله سيمه کې وايستل شي . که څه هم دپاکستان نوم يي په خپله وينا کښي نه دی ياد کړۍ خو غير مستقيم دوينا نه هر اورېدونکی پوهېده چې څوک يادوي .د سپتامبرپه 21 نيټه دپاکستان جمهور رئېس  په خپله وينا کښي  دټولو ديپلو ماتيکو سرحدنوپه ماتولو سره پدې جمله چې ((کرزی دسرزنش پر ځاي بايد عمل وکړی  پيل کړې  ))،هغه پدې تورن کړ چې د دطالبانو په م قاابل کښي يې  کافي ا قدام نه دی کړئ ،هغه ډول چې ددواړو هيوادو پر گډ سرحد لازمه کړنه نده کړې ، هغه دملگرو ملتو په  سازمان کې  خبريالانوته وويل دم خالفينو سره برخورد دافغانستان دنده ده ،پاکستان دافغانستان سره تر ۲۰۰۰ کيلو متر زيات سرحد لري ،ډيره برخه يي غرنۍ ده ،ساتل يې گران کاردی . داسي فکر کيږي چې طالبان او القاعده به دسرحد پر دواړو خوا فعاليت کوي . طالبان بايد په افغانستان کې ولټول شي ،ملا عمر او دطالبانو نور مشران په کندهار کي دي، دافغانستان  دولت ددې پر ځاي چې پر موږ تور ولگوي دهغوي پر ضد دي پوځي عمليات وکړي .داسو شيتدپرس د جنرال مشرف له خو� �ې ليکې : ستونزه په افغانستان کې ده چې هغي پاکستان ته ستونزي پېښي کړې دي . مشرف وويل : دسرزنش پر ځاي  چې همدا ډول دوام لري کرزی  بايد دافغانستان  اوضاع او حالاتو باندي پوه شي او دهغه مطابق عمل وکړې . پر دغو خبرو سربېره سوال دادی چي آیاددواړو هیوادومشران به کولای شي په روښانه اورڼه توګه ددې ستونزو په اړه خبرې وکړي اوکه بیابه یوبل ته دتشريفاتي ،يا بې ځايه توندو خبرو ترشا دا مسله لا ينحله پاته شي ؟.دهغو ټولو سره چې  دافغانستان په اړونددپردې شاته په روان سياست ندي خبر سوال دی : ايا امريکا او اروپايي نړۍ په � �ښتياغواړې  په افغانستان کې سوله راشي ؟ غواړي داهيواد په سياسي ،اقتصادي او فرهنگي � �هاظ پر مخ ولاړ شي ؟ که داخبره حقي� �ت لري او دافغان ولس دښېرازی او بسياينې سره علاقه لري ، اوس خو ټول پدي پوهيږي چې که دا نن پاکستان په افغانستان کي دمداخلو او لاسوهنو څخه لاس په سر شي په ټول افغانستان کي به امنيت ټينگ شي . پدي هر څوک پوهيږې چې دپردې شاته نور هيوادونه  او په داخل کې افراطې تنظيمونه او هغه  چې کله نا کله خپله ناخوښئ څرگندوي  په دغه خړو شو اوبو کي مياهيان نيسي . مگر داټول دپاکستان له مداخلو نه په استفادي سره خپل کرغېړن یي موخي دطالبانو په نامه پر مخ بيا يي .    په  پاكستان  پراته خلك په دې بايد پوه وي چې په افغانستان كي سوله او امنيت څومره چي دافغانستان ګټوره ده هغومره دپاكستان په ګټه هم  تمامېږي  .  زموږ دهيواد په دغه حساس او برخه ليک ټاکونکي حالت کښي  دکرښې ها خوا قومونه  (پښتانه او بلوڅ) دهغوي سياسي  گوندونو او سازمانوڅخه موغوښتنه داده چې  بايد په افغانستان کې دسولي په راتگ او ترهگريو له منځه وړوکې هر اړخيزه مرسته وکړې ،دوزيرستان دملا عمر خبري چې دپاکستان له حکومت سره يې  سوله کړې خوپه افغانستان کې به دامريکا پر ضد جگړې ته دوام  ورکړې دافغانانو په گټه نه ده .  په جگړه افغانستان نورهم خرابېږې  ،دوسلې په زور حکومتي واک تر لاسه کول ستونزمنه خبره ده . دنړۍ له  تجريبو څخه بايد استفاده وشي ،تر څو چې دکرښي دبرخه ليک مسله حل کيږې داډول وسله والي حملې په افغانستان کې يو وازي دپاکستان او دهغو دپلويانو په گټه دي ،موږ دکرښې دهاخوا پرتو پښتنواو بلوڅو ورڼو قوموڅخه  دا ارزو نلرو چې دپاکستاني پوځيانو دناولو موخودرسېدو په خاطر په هيواد کې دبېگناه انسانانو وينې توي شي .  دافغانستان په ورانۍ کې دپاکستاني پنجاپيانو ښيرازي ، دپښتنو او بلوڅو بدمرغی نغښتې ده .دا � �وڼ واقيعت ته بايد ټول پاملرنه وکړه دگډاومکار دښمن دمداري گريو او حوسونو قرباني  نشو . دوي کله اغزن ديوال  دپيداشوو ستونزو دحل لاره بولي او کله بيا په زياته بي شرمۍ سره پر پښتنو ترو لگوې .  نود جنرال صاحب څخه بايد پوښتنه وشي چې ، اروپايي هيواد اودنړی نورو سيموته په پاکستان کي دروزل شوو،پاکستاني  تر هگر دتگ مخه  هم دډيورنډ پر کرښه په اغزن ديوال سره نيسۍ ؟   زموږ په باورد ډيو رنډ پرکرښه د اغزن سيم غزول د ستونزو د حل لاره نه ده ، دا ډول اغزن سيمان نه د ت� �وريزم مخه  نسي نيولای او نه هم د هېوادونو تر منځ  د دغه تاريخي کړکيچ دحل لار ده. دافغانستان ددولتي چارواکي  دملي پخلايني سياست  بايدداسي پلئ کړي چي گټور وي دهغه دپلي کولو په پايله کښي خوابدي دولت ته م� �اجعه وکړي  ،دولتي چارواکي مکلفيت لري دخوابدو غوښتنو او گوت نيونو ته معقول ځواب ووايي  . تر اوسه ددولتي چارواکو او ملي پخلايني لخوا وخبرو او مذاکرو ته دمخاليفينو دبلنې شکل هيچا ته دمنلو وړندی ، که يو څوک دکرزي صاحب اويا مجددي دبلني ويناوي واوري هغه دتسيلمۍ شکل اومعنا لري ، پښتنو اويا بل هر قوم چې ځانته افغان وايي تسيلمۍ ته غاړه نه ايږدي ،هغه متل پر ځاي دي چې وايي : افغان له خپله سرزورۍ نه دوږخ ته ځي . رښتيا خو داده چي همدا اوس په دولتي حاکميت کښي داسي کسان اوډلې ټپ� �ي  شته چې دهغوي ديوې ورځي دوژنې طالبانو په مياشت نديکړي  اوهغومره چي هغوي داوطن وران کړۍ طالبان دهغومره ورانۍ توان نلري  .زما داخبر ديوي ډلي ملاتړ اودبلې سره دمخالفت معنا نلري ، هيله مي داده چي سياسي سوداگرمي په کوم تور تورن نکړي  ،رښتيا ويل ترخه اومشکل دي ،خو ويل يې حتمي او ضروري دي . په افغانانو او حتا په نورو هيوادوکي هم دامتل شته چې زورته په زور جواب ويل دحل لاره نده . که داوطن پدې چې څوکسان په دولت کښي چوکۍ ولري ،دمقام څښتن وي اراميږې موږ افغانان خو همد اوس داډول خبرو ،پخلاينې او ملي تفاهم ته حاضريوتر تيرو ورتير يو خو اوس دي ديوه معقول او سالم انسان په توگه دهيواد ابادولوته ملاوتړې  . ويني په وينو نه مينځل کيږي  . افغانان وته بايد څرگندوي که يو ميليون بهرنی سربازان هم  راشی تر څو افغانان پخپ� �ه  دسولي او امنيت سره علاقه ونلري ،دجگړې ، ورور وژنې اووطن ورانونې سره مخالفت ونکړي  هيڅ کار به ونه شي . داوطن او وطنوال به دپاکستان او نورو بهرنيانو پلاس بل شوی اور په لمبو کې خپل خوږ ژوند او مورنۍ خاوره دلاسه ورکوي  .   ليکنه ديوافغان سرباز په دغو خبرو پاي ته رسوم  :دسپتمبر په ۱۸ شپه که مي تاريخ نه وي غلط کړۍ دافغانستان يوه سرباز دسيدقاسم په نامه  داروپا پر وخت  دشپې دوو بجو په شاوخوا کي دکندهار له پنجوايي ولسوالی نه داريانا تلويزيون  پروگرام ته چي دافغانستان او پاکستان دلانجو په هکله دنظر خاوندانو خپل اندونه ويل تليفون وکړهغه په دري ژبه خبري کولي  ويي ويل : مادر پنجوايي ميبنيم او ازطريق مخابره  صحبت و گپهاي انها راميشنويم  .پاکستان دروغ ميگويد که طالبها پ� �تون هستند تمام انها پاکستاني هستند ويا ازکشور هاي ديگر آمده اند،البته هست کسانيکه افغان  وياپشتون است ولي اکثريت مطلق انها افغانها نيست  .اگر کرزی به ما اجازه بدهدما انها را تا پاکستان ميدوانيم .   افغانان وته بايد يوڅه څرگندوي که يو ميليون بهرنی سربازان راشي تر څو افغانان پخپله  دسولي او امنيت دټينگښت لپاره کارونکړي  ،دجگړې او ورور وژنې ،وطن ورانونې سره مخالفت ونکړي  هيڅ کار به ونه شي .داوطن او وطنوال به دپاکستان اونوروبهرنيانو پلاس بل شوي اور په لمبو کې خپل خوږ ژوند او مورنۍ خاوره دلاسه ورکوي  .  پاي دلکني لپاره دلاندي اثارو څخه استفاده شوېده : ۱/   عبدالرحمن تاج التواريخ لومړۍ او دوهم ټوک . ۲/  مير غلام محمدغبار افغانستان در مسير تاريخ  .۳/   دخپلواکۍ جگړې، مولوي ظاهر شاه وزير . ۴/   عبدالرحمن پژواک  ((خپل پښتونستان )) .۵/   د شلمې پېړۍ تر نيمايي دافغانستان دبه� �نيو اړيکو تاريخ لوډويک اډاميک ليکنه،دډاکتر نثاراحمدژباړه .۶ /  مروټ،فضل الرحيم ،په افغانستان کې دکمونيزم ظهور اوتکامل .۷ / عبدالغفار فراهي   افغانستان دديموکراسۍ او جمهوريت په کلنو کې  (۱۹۶۳ –۱۹۷۸) .۸ /  محمدولي ځلمی  دافغانستان اوروسيې  دسياسي روابطو لنډه تا� �يخچه  . ۹ /  پوهاند ډاکتر محمد حسن کا کړ دپاچا امان ا� �له واکمنۍ ته يوه نوې کتنه  . ۱۰/  دډيورنډ دکرښې په هک� �ه  دهمدي ليکوال ليکنه  . ۱۱ /  عتيق الله نائب خيل  قرار داد هاي افغانستان  ۲۰۰۰ م  . ۱۲ /  ډگروال ارکان حرب عبدالروف بېگي  افغانستان بعد از پيروزي انقلاب اسلامي تا سقوط شمال بدست طالبان  (۱۹۹۱—۱۹۹۸) . ۱۳ /  جارج آرنی   افغانستان  گذر گاه کشور گشايان ،دري ژباړه  . ۱۴ / خاطرات دوکتور محمد حسن ((شرق)) کرباس پوشهای برهنه پا از ۱۳۱۰ تا ۱۳۷۰۱۵ /  احمد رشيد پاکستانۍ ژورنالست او ليکوال  ،څو مقالې . ۲۰۰۵ /۲۰۰۶  . ۱۶ /  ميخائيل سرگېويچ  دکمونست گوند ۲۷ کنگرې ته  اساسي وينا . ۱۷ /  په روسي ژبه دايزويستيا ،پراودا ،ريا نووستي  ،افغانستان  رو . ۲۰۰۵/ ۲۰۰۶م کال  . ۱۸ /  دبي بي سي ،آزادۍ  امريکاږغ (اشنا)   راډيو يي خپرونو څخه زما راټول شوي ياداشتونه۲۰۰۵ /۲۰۰۶.        ",جنرال صاحب ! اغزن سيم يې دحل لار نه ده ( دريمه برخه ) 4947,," ", 4948,بېنواويبپاڼه," Copyright © ‌Benawa.com 2004-2006 All rights reserved د بېنوا ويبپاڼي د كاپي كولو حق محفوظ دى، هيڅ يوه خبري رسنۍ حق نه لري چي د ويبپاڼي له اجازې پرته كوم خبر يا مقاله كاپي كړي . بېنوا ويبپاڼه په هيواد كي دننه او بهر ټولو هغو چاپي، برېښنايي، راډيويي او ټلوېزوني رسنيو ته په ډېر درنښت خبر وركوي چي له دې ويبپاڼي څخه دخبرونو اونورو موادو اخيستلو پر مهال دبېنوا ويبپاڼي ( Benawa.com)  يادونه وكړي . بېله دې د ويبپاڼي اداره حق لري چي د نړيوال مطبوعاتي قانون پر بنسټ له اړوندي خپروني څخه دخپل حق غوښتنه وكړي .   په درناوي        ",رسنيو ته د بېنوا ويبپاڼي خبــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــرتيا! 4949,بېنواويبپاڼه," Copyright © ‌Benawa.com 2004-2006 All rights reserved د بېنوا ويبپاڼي د كاپي كولو حق محفوظ دى، هيڅ يوه خبري رسنۍ حق نه لري چي د ويبپاڼي له اجازې پرته كوم خبر يا مقاله كاپي كړي . بېنوا ويبپاڼه په هيواد كي دننه او بهر ټولو هغو چاپي، برېښنايي، راډيويي او ټلوېزوني رسنيو ته په ډېر درنښت خبر وركوي چي له دې ويبپاڼي څخه دخبرونو اونورو موادو اخيستلو پر مهال دبېنوا ويبپاڼي ( Benawa.com)  يادونه وكړي . بېله دې د ويبپاڼي اداره حق لري چي د نړيوال مطبوعاتي قانون پر بنسټ له اړوندي خپروني څخه دخپل حق غوښتنه وكړي .   په درناوي        ",رسنيو ته د بېنوا ويبپاڼي خبرتـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــيا! 4950,بېنواويبپاڼه," Copyright © ‌Benawa.com 2004-2006 All rights reserved د بېنوا ويبپاڼي د كاپي كولو حق محفوظ دى، هيڅ يوه خبري رسنۍ حق نه لري چي د ويبپاڼي له اجازې پ� �ته كوم خبر يا مقاله كاپي كړي . بېنوا ويبپاڼه په هيواد كي دننه او بهر ټولو هغو چاپي، برېښنايي، را� �يويي او ټلوېزوني رسنيو ته په ډېر درنښت خبر وركوي چي له دې ويبپاڼي څخه دخبرونو اونورو موادو اخيستلو پر م هال دبېنوا ويبپاڼي ( Benawa.com)  يادونه وكړي . بېله دې د ويبپاڼي اداره حق لري چي د نړيوال مطبوعاتي � �انون پر بنسټ له اړوندي خپروني څخه دخپل حق غوښتنه وكړي .   په درناوي        ",رسنيو ته د بېنوا ويبپاڼي خبرتيا! 4951,"احمد فؤاد لامع _ کابل"," ما د ستورو او دځمکېپټې مچې وليدلېچې له لېري يې په مينهيو له بله ځارو� �ېد يوې شېبې لپارهد ايمان څلی برباد شود لمبو ګوتې شوې ښخېپه ځيګر د سړو خاوروروح مې شرنګ ورکړ پايزېب تهلکه مسته نڅاګرهخو ته نه وې چې نثار کړېپرې غمي د اننګونو ",د اننګو غمي 4952,," عبدالله پتمن/كابلد پاکستان ولسمشر جنرال پرويز مشرف د لومړي ځل لپاره منلې چي د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې د گډون لپاره نوموړي ته اخطار ورکړل شوى وو. پروېز مشرف دا خبري له يوه امريکايې ټلوېزون (سي بي ايس) سره په مرکه کې وکړې. مشرف وويل چي د سپټمبر له بريدونو وروسته امريکې ده ته اخطار ورکړى وو، چي که د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې له دوى سره مرسته ونکړي نو بريدونو ته دي چمتو اوسي. هغه زياته کړه چې دا خبره د متحده ايالاتو د هغه وخت د بهرنيو چارو د مرستيال وزير ريچارډ ا� �ميټاج په خوله د پاکستان د استخباراتو مسئول ته او وروسته ده ته ورسېده. پروېز مشرف وويل چي امريکا له دوى څخه غوښتي وو چي د افغانستان پولو ته څرمه پوځي اډې او چيک پوسټونه دوى ته وسپاري، چي پاكستان ورته ونه سپارل. اوهغه مظاهرې وځپي کومي چي د امريکا دبريدونو پر ضد په پاکستان کې روانې دي. د پروېز مشرف دغه مرکه به د راتلونکې يکشنبې په ورځ خپره شي، د يادونې وړ ده چي په همدغه ورځ سپينه ماڼۍ له پاکستان څخه د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې د مرستي ستاينه کوي. ",مشرف: د ترهګرۍ ضد جګړه كي اخطار راكړل شوى وو 4953,," مختار احمد انتقام/ كندهار روهي ادبي بهير چي په كندهار كي له څو مياشتو راهيسې فعاليت كوي، د خپلو اوونيزو غونډو څليرويشتمه غونډه يې د روان لمريز كال د وږي يا سنبلې پر ۲۴مه نېټه د مدني ټولنې په مركز كې وكړه، ويندويان يې عبدالواسع هڅيال او حكمت الله سروش وو.  غونډه ماځيګر پر شپږو بجو پيل شوه، چې مشر يې عبدالنافع همت او مېلمه يې اسدالله دانش وو، په پيل كي عبدالله ستوري د قران كريم تلاوت وكړ، ورپسې تورنپال بابي پرانيستونكې وينا وكړه، چې نوموړي په خپلو خبرو كې پر يووالي او  د خپلواكۍ پر ساتلو ټينګار وكړ: ((نن موږ له يوې سترې غميزې سره مخ يو، چې ستر لامل يې زموږ بېتلون او نه يووالى دى، بايد چې د پوهې، رښتينولۍ او يووالي سره خپل زړونه سره نژدې كړو)). وروسته مختار احمد انتقام د تېرې غونډې راپور ولوست، چې ځينو كسانو كره كتنه پر وكړه، حكم تالله سروش ويل كه په راپور كې د خلكو نومونه نيمګړي ليكل كېږي، په كار ده له هغه څخه پوښتنه وشي چې پوره نوم يې څه دى. خو عبدالله ستوري د راپور ستاينه وكړه. عبدالوالسع هڅيال ويل د ګزارش د لوستلو پر وخت انتقام ډېر بند- بند كېږي، په كار ده چې تر وړاندې كولو مخكې يې څو ځلې ولولي. اسدالله دانش ويل ګزارش دې پر سمه پاڼه وليكل شي. د ماځيګر تر لمانځه وروسته د دانش خپرندويې ټولنې مشر ښاغلي اسد الله دانش وينا وكړه، نوموړي وويل: ((خوښ يم چې ستاسو په منځ كې يم، صميم استاد كيسه كوله، يوه كس په دوبۍ كې د جلبيو كارخانه درلوده، ده اعلان وكړ چې غواړي خپله كارخانه وپلوري، ډېر عربان به ورته راغلل، خو په پاى كې چې وليدل شول، له ده سره يوازې يو ګېلاس وو، چې سورى يې درلود، خلكو ته ډېره ستره كا� �خانه ښكارېده)). نن د يوه ژوندي انسان صفت كوم، كه څه هم ما مخكې هم د يو چا صفت كړى وو، خو له بده مرغه چې هغه برخلاف دانش خپرندويه ټولنه ولوټله، اوس د يوه داسې كس صفت كوم او زه يې تاسو ته پيغام لولم، چې په ستاينې ارزي، دا د رڼا كلتوري ټولني مشر حاجي عبدالظاهر قدير دى، چې د روهي ادبي � �پاره يې يوه ډالۍ هم رالېږلې ده، د نوموړي پيغام:   ((روهي ادبي بهير ته ډالۍ)) رڼا كلتوري مركز، د خپلو علمي او فرهنګي هڅو له پيل راهيسي تل په دې تكل كې دى، چې د سيمې، ژبې او سياسي دريځ ته له پام پرته د فرهنګيانو او قملوالو مادي او معنوي ملاتړ وكړي. په دې لړ كې يې ترسره كړې هڅې له هېچا پټې نه دي. رڼا كلتوري مركز د همدې هيلي د ترسراينې په ترڅ كې دا ځل غواړي په كندهار كې د ځوانو قلموالو د فرهنګي چارو د لا سمبالښت لپاره د يوه ټولنځي او منځي (مركز) د ودانۍ كرايه وركړي، ترڅو فرهنګيانو ته د ناستې پاستې يو ځاى پيدا شي. رڼا كلتوري مركز له روهي ادبي بهير سره يوځل بيا خپله كلكه همكاري او ملګرتيا اعلانوي، دې ځوانانو ته د وطن د ابادۍ او ښېرازۍ په لار كې د خداى(ج) له بېنياز دربار نه د نورو برياوو په هيله لاسونه لپه كوي. په درنښت د رڼا كولتوري مركز مش� � حاجي عبدالظاهر قدير ستاسې دوست او ملګرى“ وروسته د ښاغلي دانش له خوا درې زره امريكايي ډالره چې دحاجي عبدالظاهر قدير له خوا روهي ادبي بهير ته رالېږل شوي وو، سيد حبيب الله � �وحاني ته وسپارل شوې، چې له هغه څخه په مننې ومنل شوې. ښاغلي دانش وويل: زه د دانش خپرندويې ټولنې له لوري هم له روهي ادبي بهير سره د هر ډول مرستي او ملاتړ ژمنه كوم. وروسته د ښاغلي عبدالاحمد محمديار له خوا د دانش او حاجي عبدا� �ظاهر قدير مننه وشوه چې د ده په وينا له خپل كلتور سره د دوى مينه زباتوي. محمديار وويل: ښاغلى قدير د زر او زور څښتن دى، څه موده په كندهار كې بندي و، خو بيا يې هم له ننګرهاره كندهار هېر نه كړ، د هغه له نوم سره ډېر كسان اشنا دي، د خپلې فرهنګي مينې لاس يې راوغزاوه او ياد يې كړو. ښاغلي محمديار زياته كړه: اسدالله دانش د لر و بر مانوي پاچا دى، چې ډېر كار يې كړى دى، ده په يوازي ځان تر ډېر ټولنو او اكاډميو ډېر كارونه ترسره كړي، چي برياوي يې غواړو. وروسته د حبيب الله قلم مل پر يوه شعر باندې د جان محمد صالح له خوا كره كتنه شوې وه، چې ده خپله كره كتنه و� �وسته. مفتي احمد فرزان وروسته وويل: كه څه هم په كره كتنه كي پر ځينو بيتونو نيوكه شوې ده چي كمزورۍ لري، خو ده په خپله ليكنه كي دا نه دي په ګوته كړي، چې دا نيمګړتياوي كومي دي، دلايل نه دي راوړل شوي، كه څوك نيوكه كوي بايد وښيي چي سمه بڼه يې كومه يوه ده. محمديار وويل: جان محمد صا� �ح ته مباركي وايم، د قلم مل په اړه دا يوه خبره ډېره ضروري ده چي دى په رښتيا هم شاعر دى، خو كه څوك پر شعر كره كتنه كوي پر هر بيت دې جلا- جلا كره كتنه نه كوي، په عمومي ډول دې د يو چا پر شعر كره كتنه وشي، زياتره كسان موږ لرو، شعرونه ليكي او دلته يې وايي خو شاعران نه دي، ځكه مطالعه نه كوي. د بلې غونډې لپاره وټاكل شوه چې سيدشاه سقيم به شعر راوړي او محمديار به ورباندي كره كتنه كوي. تر دې وروسته مشاعر وسوه چي دې ښاغلو په كي شعرونه واورو� �: جان محمد صالح، ګران اغا الفتيار، عبدالسلام مستانه، ، حسيني اغا، ما� �وم سيد رحمد خپلواك، حيات الله څرك، بشير احمد سالميار، خادم نړيوال، فضل الباري نورزى، عبدالله ستورى، نعمت الله منظور، محمديار، تورنپال بابي، علي احمد حقمل، حبيب الله روحاني، حبيب الله قلممل، زمريالى زېرى، قدرت الله لېوال، جرس فرهاد، محمد داود فيصل، شېر محمد عزتيار، عبدالله ستورى، شاه اغا مهتابي، سيدشاه سقيم، شېرزاد، نوراحمد عطا، عصمت الله لايق، شهزاده خوشال اوعطا محمد تاج په خپل وار انتقادي ادبي ټوټه ولوست� �ه. او ځينې نور ګډونوال وو: غلام سخي نوريوال، واصل حسنيار، عزت الله اميد، مفتي فرزان، صالح محمد صالح، بشير احمد بشارت، مختار احمد انتقام، دواخان مينه پال ښاغلي عبدالنافع همت د مشاعرې په پاى كي لومړى خپل شعر ولوست، بيا يې د غونډې ارزونه وكړه، ده وويل: زه خوشحاله يم چې د روهي ادبي بهير په يوه غونډه كې ګډون كوم، بيا هم د علامه حبيبي او لوى بېنوا په كورګي كي ادبي نغرى تود دى، په غون� �ه كي خوږې شوخۍ هم ليدل كېدې،چي غونډه يې لا ښايسته كوله. غونډې دي وختي پيلېږي، د كره كتنې برخه دې جدي ونيول شي، تنوع دې په كې پام كې ونيول شي، پر نثر دي هم كره كتنه كېږي. ډاكټر طارق � �شاد وويل: څرنګه چې د غونډې په منځ كې راغلم، د كره كتنې په برخه كي حاضر نه وم، بايد په كره كتنه كي ښېګڼي او بدګڼي دواړه راوړل شي، دواړه دي وويل شي،ما چې ځينې شعرونه واورېدل ډېر يې هيله من كړم، چې دا كاروان واقعاً د مقصد تر منزله رسېږي، ځينو ترنم ويونكو مشاعره لا ښكلې كړه. غونډه د دعايې په ويلو سره پايته ورسېده. ",د روهي ادبي بهير ۲۴ مه غونډه جوړه شوه 4954,," عبدالله پتمن/كابلپه هند کې د لومړي ځل لپاره يو مسلمان مشر د سپوږمۍ له کتلو پرته د روژې مبارکې او د اختر د ورځي نېټه اعلان کړه. د مسلم لا بورډ په نوم اداره کې شيعه عالم قلب صادق اعلان کړى چي د روژې مبارکې پيل 25 د رواني عيسوي مياشت ده او د اختر ورځ د راتلونکې مياشتي 25 مه نېټه ده. صادق زياته کړه چي په پخوا وختونو کې ساينس پرمختگ نه وو کړى نو ځکه موږ له ستونزو سره مخ وو اوس ساينس زيات پرمختگ کړى او موږ کولاى شو خپلي ډېري ستونزي د ساينسي لاسته راوړنو له لاري حل کړو.بلي خوا د جمعيت علماء هند يو عالم ويلي چي د حديثو په رڼا کي بايد لومړي موږ سپوږمۍ وگوره او که چيري ونه کتل شي نو ديني عالمانو ته په کار ده چي ورځي وشمېري او وروسته له هغې گام پورته کړي.په هند کې هر کال د � �وژې او اخترونو د نېټو په اړه مخالفتونه رامنځته كېږي.دا په داسي حال كي ده چي د افغانستان په ګډون د نړۍ اكثره اسلامي هيوادونه د سعودي عربستان په خوله چي د نړۍ د مسلمانانو د يوه ستر مركز په نظر ورته كتل كېږي � �وژه او ختر اعلانوي. ",يوه اسلامي عالم د مياشتي له ليدلوپرته روژه اعلان كړې 4955,ډاکټرشېرحسن حسن," تېره ورځ په نړيوال كمپيوټري جال كې د ( تل افغان )، ( ټول افغان ) او ( بېنوا) وېبپاڼو خبري څانگو خبر وركړ چې د اطلاعاتو ، كلتور او ځوانانو  د وزارت په پېشنهاد او د جمهوري رياست په منظورۍ د هېواد پېژندل شوى فرهنگي شخصيت  (  ښه ليكوال، ښه شاعر، د پښتو او دري ژبو تكړه استاد، هڅاند او ژبور ژورناليست ) ډاكتر لطيف بهاند په مسكو كې د افغانستان د لوى سفارت د كلتوري اتشې په توگه ټاكل شوى دى. ( زړه ته مې نه لويږي چې چا (؟) دې دومره  ښه كار كړى وي !). كه د وزارت لطف وي او كه د جمهوري رياست مهرباني ، خو له ډېرو كلو راهيسې په � �وسيه كې د يو اوسيدونكي افغان په توگه ، چې هم دلته د خپلو هېوادوالو فرهنګي تنده او محروميت احساسوم او هم د ښاغلي ډاكتر بهاند د علمي ، فرهنگي، ملي اوټولنيزو  هڅو سره له نږدې بلديت  لرم، په روسيه كې كلتوري استازيتوب ته د ښاغلي بهاند ټاكل  د دولتي او حكومتي واكمنو ښه نوښت، پر ځاى او كامياب انتخاب بولم. سركاري چارواكو ته كورودانى وايم چې هم يې په روسيه كې د گڼ شمير پردېسو افغانانو  فرهنگي اړتياوو  ته پاملرنه او زړه سوى وكړ ، او هم يې وختونه وروسته د ښاغلي بهاند د علمي ـ فرهنگي  خدمتونو قدر داني وكړه. د � �وسي ژبې متل دى چې وايي : (( د ښه كار كول كه څه هم ناوخته وي، د هغه تر ابدي نه كولو غوره دي .)) كه يې څوك مني او كه نه ؟ خو د روسيې په شان  له  يو  ستر هېواد سره  زموږ د هيواد  د علمي ـ فرهنگي شړېدلو اړيكو بيا رغون يوه بله اړتيا ده چې د پوره كولو په اړوند  يې  زموږ سركاري مشرانو  لږ ناوخته ، خو پر ځاى پام� �رنه وكړه، د دغه چارو په كړنه كې زه  ښاغلى ډاكتر بهاند تر بل هر چا مټور  پهلوان بولم!  تر اوسه خو هم په روسيه كې د افغاني ټولنې او  روسيې   د علمي، كلتوري او فرهنگي كړيو تر منځ د اشنا يۍ او خير انديشه تگ راتگ د چارو ماشين ډاكتر بهاند چلاوه،  فرهنگي ناسته پاسته او راشه درشه لكه  چې د لطيف بهاند � �اتي برخليك وي، خو چې اوس يې دغه مورزادي قابليت   ته زموږ د سركار پاملرنه هم راوگرځېده او د ده  كړنې يې  وررسمي  كړې  ،  ډير خوښ يم. په دې كار  ،   غټو چارواكو ته ښاد اوسی  !  او ښاغ� �ي بهاند ته بيداراوسه ! وايم  .                               &nbs; p;                               & nbsp;            په ادب او درناويډاكتر شيرحسن حسنمسكو  ــ� �  21.09.2006 ",غټ سركار ته ښاداوسه! او ښاغلي بهاند ته بيدار اوسه! 4956,," د افغانستان ستري محكمې په هيواد كي سبا د شنبې ورځ � �۳۸۵ لمريز کال د تلي لومړۍ نېټه چي دسپټمبر دمياشتي د ۲۳مي نېټې سره سمون لري،  د روژې د مبارکي ميا� �تي اوله ورځ اعلان كړه.  بېنوا ويبپاڼه ټولو هيوادوالو او د نړۍ مسلمانانو ته مباركي وايي اوټولو مسلمانانو ته د خداى (ج) له درباره د دې م ياشتي (روژې) په نيولو كي توفيق غواړي . د بهر مېشتو افغانانوله پاره : که غواړﺉ د پنځه ګونو لمونځونو وختونه ، دروژه مات او پېشلمي وخت او يا د کمپيوټر له پاره د آذان سافټ وېر ترلاسه کړﺉ دغه ويبپاڼه وګورﺉ : www.islamicfinder.org ",د افغانستان ستري محكمې د روژې ورځ اعلان كړه 4957,عبدالجبار بهير," د افغانستان ستري محكمې دشنبې ورځ د روژې لوم ړۍ ورځ اعلان کړه   د افغانستان ستري محكمې په هيواد كي سبا د شنبې ورځ ۱۳۸۵ لمريز کال د تلي لومړۍ نېټه چي دسپټمبر دمياشتي د ۲۳مي نېټې سره سمون لري،  د روژې د مبارکي مياشتي اوله ورځ اعلان كړه.  بېنوا ويبپاڼه ټولو هيوادوالو او د نړۍ مسلمانانو ته مباركي وايي اوټولو مسلمانانو ته د خداى (ج) له درباره د دې مياشتي (روژې) په نيولو كي توفيق غواړي .   دروژې دمبارکي مياشتي په اړه لنډمعلومات ټولونه او ترتيب عبدالجبار بهير - کندهار روژه د اسلام د پنځو ارکانو څخه ده، د الله(جل جلاله) سپېڅلى کتاب قرآن شريف په همدې مبارکه مياشت کي نازل � �وی دى، ددې مياشتي لومړنۍ برخه(لومړنۍ لس ورځي) د الله(جل جلاله) رحمت دى، منځنۍ برخه يې مغفرت دى او وروستۍ برخه يې د دوزخ له اور څخه خلاصون دی ؛ انسان ته ښايي چې په کلمه طيبه، استغفار، د جنت هيله او د جهنم د اور څخه په پناه غوښتلود خپل رب رضا تر لاسه کړي درنه مياشت (رمضان الکريم) روژه او حکمونه يې: لومړى : د روژې مبارکي مياشتي ځانګړتياوي : • د روژې ثواب او اجر دومره دى چې بېله ال� �ه(جل جلاله) څخه بل هيڅ څوک ور باندي نه پوهيږي او نه يې هم ليکلى شي، نو ځکه خو لوى څښتن د خپل نازولي رسول(ص) په ژبه وايي : ((روژه زما لپاره ده او زه به يې بدل او ثواب ورکوم))• څوک چې يوه ورځ د خداى(جل جلاله) په لاره کې روژه ونيسي الله(جل جلاله) به يې د دوزخ له اوره د اويا (۷۰) کالو په عمر ليري کړي، نو څه فکر به مو وي د يوې ميا� �تي روژې په اړه؟! • روژه د اخرت په ورځ د روژاتي سپارښتنه (شفاعت) تر هغو کوي چې جنت ته يې دننه کړي . • د � �يان له دروازې څخه (چې په جنت کې ځانګړى لوړ مقام لري ) يوازى روژاتيان ننوځي . • روژه مخکني ټول واړه ګناهونه له منځه وړي (بخښي) . • په روژه کې د جنت دروازې پرانستل کيږي او د دوزخ هغه تړل کيږي . • مؤمن لره هره ورځ جنت ښايسته او رنګين کيږي . • په روژه کې د نېک عمل ثواب څو چنده (ځله) زياتيږي . • ملائيکي تر روژه مات پوري د الله(جل جلاله) څخه د روژاتي لپاره د بخښني او عفوي دوعاوي غواړي . • د روژاتي د خولې بوى لوى څښتن ته له م� �کو او عنبرو څخه هم زيات غوره دى . • په روژه کې شيطانان تړل کيږي، د جنتونو او اسمانونو دروازې پرانستل کيږي . • د روژاتي دعا قبليږي . دوهم : د روژې حکم • روژه څه ته وايي ؟ له سپېده داغ څخه تر ماښامه پوري له خوراک، څښاک او کوروالي (جماع) څخه پرهېز کولو ته روژه وائي .• � �وژه په چا فرض ده (د فرضيت شرطونه) ؟ نيت : د شپې له خوا نيت کول ځکه چې بېله نيت کولو څخه يو عبادت هم نه قب� �يږي .اسلام : د کافر روژه تر هغو نه صحيح کيږي تر څوچي يې ايمان نه وي راوړى .عقل : په لېوني باندي روژه فرض نده ترڅو چې هوښيار شوی نه وي (له لېونتوب څخه را جوړ شوی نه وي او د سالم عقل خاوند شوی نه وي) .بلوغ : په ماشوم (واړه) باندي روژه نده فرض تر څو چې بالغ شوی نه وي (رسېدلى نه وي) خو که روژه نيول يې شوني وي ښه ده تر څو د اسلامي ارکانو سره اشنا لوى شي .وس او توان : که څوک د روژې نيولو وس يا توان ونه لري نو ورباندي فرض نده � �که مريض (هغه مريض چې د رغېدو تمه يې نه وي نو د روژې د هرى ورځي فديه به ورکوي، خو که د جوړېدو هيله ورته کيږي بيابه فديه نه ورکوي او د خوړل سويو روژو قضايي به راوړي) او بوډا (شيخ فاني) هم چې روژه نيول پرې لازم ندي، نو فديه به يې ورکوي؛ او همدا شان په مسافر روژه نيول لازم ندي خو قضايي به يې راوړي خو که څه ستونزه ورته نه وي نو بيا يې نيول ښه دي .ښځينه ناروغي (حيض او نفاس ) حيض : د حيض په موده کې روژه نيول نشته، کومي ښځي ته چې خپله م ياشتنۍ ناروغي (حيض) پېښه شي نو تر هغو پوري پرې روژه نيول نشته ترڅو چې لدې ناروغۍ څخه پاکه سوې نه وي، کله چې ئې ناروغي خلاصيږي نو پاتي روژې به نيسي او د خوړل سويو روژو قضايي به وروسته راوړي .نفاس : د نفاس په موده کې هم د روژې نيول نشته، د کومي ښځي چې ماشوم پيدا شي نو روژه ورباندي نشته تر هغو پوري چې له څلوېښتۍ (د نفاس موده) څخه پاکه سوې نه وي .تي ورکوونکې (مرضعه) او حامله : کومه ښځه چې د ماشوم په ژوند او روغتيا ويريږي (که د مور روژه نيول ماشوم ته زيان رساوه) نو مور ته يې د روژې خوړل روا دي خو چې وروسته يې قضايي راوړي . دريم : د روژې ادبونه او هغه کړه (اعمال) چې په روژه کې بايد ورته ډېره پاملرنه وشي • د روژې نيولو او ماتولو پر وخت (روژه مات) باندي سنت دوعا ويل: د روژې نيولو نيت: (وَ بِصَوْمِ غَدٍ نَوَيْتُ مِنْ شَهْرِ رَمَضَانَ ) .د روژې ماتولو دعا: (اَللَّهُمَّ لَکَ صُمْتُ وَ عَلَي رِزْقِکَ اَفْطَرْتُ) .خوږ نبي وايي ((کله مو چې روژه ماتوله نو دا دعا واياست چې (( اَللَّهُمَّ إِ نِّي لَکَ صُمْتُ وَ بِکَ أمَنْتُ وَ عَلَيْکَ تَوَکَلْتُ وَ عَلَي رِزْقِکَ أفْطَرْت)).• پېشلمى کول : خوږ نبي(ص) وايي ((پشلمى وکړى ځکه دې کي برکت وي))• په روژه ماتولو کې چټکي: کله چې لمر ولوېږي نو بايد د روژې په ماتولو کې بېړه او چټکي وشي نه دا چې د ماښام تيارې ته نور هم انتظار وکړل شي؛ خوږ نبي(ص) وايي ((زما امت به تر هغو پوري په خير وي تر څو پوري چې په روژه مات کې بېړه او تلوار کوي اوروژه ماتول په اوبو او کجورو باندي ځکه غوره دي چې نبي کريم به په همدې څيزونو باندي روژه ماتوله .• عبادت او تلاوت: په نفلي لمونځونو اړ په ځانګړي ډول د تهجد په لمانځه کې او هم د قرآن کريم په لوست (تلاوت) کې زياتوالى راوستل؛ مؤمن ته پکار دي چې په روژه کې د قرآن کريم تلاوت زيات وکړي، ابن عباس (رض) وايي ((جبرائيل (عليه السلام) به خوږ نبي(ص) ته هره شپه راتلى او د قرآن ک� �يم لوست (تلاوت) به يې ورسره کاوه؛ او همدا ډول بايد په نفلي لمونځونو کې کوښښ او هڅه وشي ځکه نبي وايي ((په روژه کې نفلي لمونځ د فرض لمانځه ثواب لري)) او وايي ((چا چې په روژه کې په پوره ايماندارۍ او باور سره شپې روڼي کړې (د شپې نفلي لمونځونه او تلاوت) نو دده مخکني ټول ګناهونه به وبخښل شي)) او پيغمبر دا هم وايي ((څوک چې په امام پسي تر اخره ودريږي (لمونځ او تراويح په پوره ډول ادا کړي) نو دده لپاره به د يوې روڼي شوي شپې د عبادت ثواب و ليکل شي .• خيرات او ورکړه(صدقه): ابن عباس وايي چې خوږ نبي(ص) له ټولو خلګو څخه اوچت سخي وو خو په � �وژه کې به يې سخا (خيرات او ورکړه) لا پياوړې سوه؛ نو مؤمن ته پکار ده څومره يې چې د وسه کيږي نورو مسلمانانو ته د خير او ښېګڼي لاس ور کړي، دا هم په ياد ولرى چې ښه خبره هم نيک کار او صدقه ده او خلاص تندى نيول د مسلمان ورور په وړاندي هم يو عبادت دى؛ دا خو نو د هر چا د وسه کيږي !!!خوږ نبي(ص) دا هم ويلي چې غوره صدقه او ورکړه په رم ضان کې وي (ثواب يې ډېر وي)؛ نو څوک چې چا ته روژه مات(يو غړپ اوبه هم کافي دي) ورکړي نو دده لپاره به هم هومره ثواب وي کوم چې خپله روژاتي ته وي، سره لدې چې د روژاتي له ثواب څخه به هيڅ هم نه کميږي؛ نو غوره به دا وي چې مؤمن د بل چا په په څيز باندي روژه ماته کړي تر څو دواړو ته د روژې ثواب په زياته کچه ورسيږي .• اعتکاف (په مسجد يا جامع کې د عبادت په نيت کېنستل): خوږ نبي(ص) به په روژه کې لس اخري شپې اعتکاف کاوه خو کله چې له دنيا څخه تلى په هغه کال يې د روژې شل اخري شپې په اعتکاف کې تيري کړې .د رمضان د لسو ورځو اعتکاف ثواب د دوو حجونو او دوو عمرو داجر سره برابر دى، خو که څوک د اعتکاف په نيت له ماښام څخه تر ماخوستن پوري اعتکاف وکړي او د لمانځه او تلاوت څخه ماسېوا د بل چا سره خبري ونکړي نو الله(جل جلاله) به دده لپاره په جنت کې يو محل جوړ کړي خو که څوک د سهار له لمانځه څخه وروسته تر لمر ختلو پوري د الله(جل جلاله) ذکر او تلاوت وکړي او د لمر ختلو وروسته دوه/څ� �ور رکعته نفل وکړي نو دده لپاره د يو مقبول(قبول شوي) حج او عمرې ثواب شته .• عمره اداء کول: خوږ نبي(ص) وايي چې په روژه کې دعمرې اداء کولو ثواب د حج د اداء کولو سره برابر دى .• له کوچني اختر څخه وروسته د شوال د مياشتي شپږ (۶) ورځي روژه نيول: کله چې روژه او کوچنئ اختر تېر شي نو بيا د شوال (سپوږميزه مياشت) شپږ روژې نيول سنت دي خو هېره دي نه وى چې د اختر د دوهمي يا څلورمي ورځي څخه پيلول شرط ندي ب� �کي نيول يې په ټوله مياشت کې شته .خوږ نبي(ص) وايي: ((چا چې روژه ونيوله بيا يې وروسته د شوال د مياشتې شپږ ورځي هم روژه ونيول نو ګواکي ټول عمر چې يې روژه نيولې وي .• د بدو خبرو او ښکنځلو جواب په نرمه ژبه و� �کول: که څوک روژاتي ته بده خبره يا ښکنځل وکړي نو روژاتي ته پکار دي چې په نرمي سره ورته ووايي چې زما � �وژه ده، خوږ نبي(ص) وايي: ((که تاسو ته چا په روژه کې ښکنځل يا کومي بدي خبري وکړي نو تاسو يې ځواب مه ورکوى او و� �ته واياست چې زه روژاتي يم(اِنِي صَائِمٌ) . • ډيري دوعاګاني کول: خوږ نبي(ص) وايي: الله(جل جلاله) د دريو کسانو دوعا نه ردوي:√ د روژاتي دوعا تر روژه مات پوري . √ د مظلوم دوعا چې تېرى ورباندي وشي . √ د عادل بادشاه . دعا شريفه:رسول الله(ص) فرمايلي دي:• څوک چې دغه دعا يو ځل په هديره کې ووايي نو الله(جل جلاله) به د پنځه ويشت زرو کالو عذاب ځني پورته کړي. • که يې دوه ځله ووايي نو الله(جل جلاله) به د څلويښتو زرو کالو عذاب ځني پورته کړي . • که يې د جمعې په شپه درې ځله ووايي نو رسول الله به په خوب وويني . • که يې شل ځله ووايي نو الله(جل جلاله) به په خوب وويني . • که يې د مور او پلار پر قبر ووايي نو د هغوى حق به اداء کړاى شي . • که يې شل ځله د لمر ختلو په وخت کې ووايي نو د څلويښتو حجونو ثواب لري . • او که چا ته څه مشکل وي نو دوه رکعته د شکرانې لمونځ دى وکړي او ثوب دي يې د رسول الله و پاکي روح ته ور وبخښي او دغه دعا دي ووايي او خپل حاجت دي د الله(جل جلاله) څخه وغواړي؛ ان شاء الله حاجت به يې پوره شي . بسم الله الرحمن الرحيم الحمد لله الذي في السمآء عرشهالحمد لله الذي في الارض قدرتهالحمد لله الذي في القيامة هيبتهالحمد � �له الذي في القبر قضاؤهالحمد لله الذي في الجنة رحمتهالحمد لله الذي في جهنم سلطانهالحمد لله الذي في البر والبحر سبيلهالحمد لله الذي لا مفر و لا ملجآ الآ اليهالحمد لله رب العلمينالحمد لله الذي انعم علينا وهدينآ الي الاسلام و جنبنا من عبادة الاصنام و من علينا بنبيه وحبيبه و \رسوله محمد و اله واصحابه اجمعين برحمتک يآ ارحم الرحمين .درود شريف:او دا هم هغه درود شريف دى چې يو وار(ځل) ويل يې د لسو لکو وارو وي� �و ثواب لري :اَللَّهُمَّ صَلِّ وَ سَلِمْ وَ بَارِکْ عَلَي سَيَّدِنَا مُحَمَّدٍ وَّ عَلَي اَلِهِ کَمَا لاَ نِهَايَةَ لِکَمَالِکَ وَ عَدَّ کَمَالِهْ . څلورم : د روژې مکروهات (هغه کړه-وړه چې بايد � �وژاتي ورځني ډډه او پرهېز وکړي) • د ورځي ډېر خوب کول • له اندازې نه ډېر خوراک او څښاک کول • پشلمى دومره وختي کول چې د سهار تر لمانځه خوب وشي يا هم ټوله شپه ويښه تېرول تر پشلمي پوري چې بيا د سهار لمونځ قضا يا خو ناوخته اداء شي . • په تراويحو کې سستي يا خو بيخي پرېښودل . • په بې ځايه لوبو ورځ بيګا کول . • د کور او دنيا په کارونو باندي ډېر وخت ضايع کول لکه ښځي چې يې د ګنډلو په شيانو تېروي او هرڅه يې د روژې مياشتي ته ساتلي وي . • بد او ناروا کارونه لکه: درواغ، غيبت، بهتان، کينه، تهمت، بدګماني او ... ، دا ټول څ يزونه سره د بدوالي په روژه کې ګنا هم ده . • په ايله او بېهوده خبرو وخت تېرول پدې نيت چې د روژې ورځ بيګا شي . • دا او نور ورته هغه څيزونه چې مؤمن د خداى له عبادت او يادولو څخه باسي بايد ځان وساتل شي او مسلمان ورور ته يې هم د ځان ساتلو او له هغه څخه د پرهېز کولو يادونه وکړل شي ځکه د اسلام مبارک دين هر چا ته په نصيحت کولو ټينګار کوي . • خوږ نبي(ص) وايي: څوک چې درواغ ويل او ايله کارونه پرې نږدي نو دده د ډوډۍ نه خوړل او اوبو نه څ ښل هم کوم ارزښت نه شي لرلاى(روژه يواځې دې ته نه وايي چې خوراک او څښاک پرېښودل شي او بس) ځکه الله(جل جلاله) خو هيڅ ته هم اړتيا نلري؛ ابن المنير وايي چې د الله(جل جلاله) د نه اړتيا (فَلَيْسَ لِلَّهِ حَاجَةْ) مانا داده چې روژه يې نه قبليږي . بېنواويبپاڼه هڅه کوي د روژې په اړه يوشمېرمعلومات د اسلام او مذهب له برخي خپاره کړي ، هيله ده دا برخه په پرله پسې توګه وګورﺉ .http://www.benawa.com/islam ",دروژې دمبارکي مياشتي په اړه لنډ معلومات 4958,"حاجي امين باوري"," د حاجي امين باوري � �يکنه     تيل خرڅونکۍ يم - د دفتر د ميز شا پرتې چوکۍ ته مي د تل په شان د ناستي تلوسه وي .  بس پيري زهيري ده ؛يو شئ چي له ژوندنه مي زده نکړه هغه يوه معما ده چي : موږ ژوند وخوړ او که ژوند موږ وخوړ� �وو .   څه سر به دي په دردوم کله چي چوکۍ ته ورسيږم د رهبرانو په څير . خيال پلو ته مي زړه سي ِ زړه مي غواړي زاړه يادونه تازه کړي . زړې پاڼي واړوي او په هغو کي د خوږو وختونو تصويرونه وګوري ...خو دا ناولئ ټکس ؛ دا بدبخته ماليه ؛ دا ناروا بيمه ؛ د تقاعد زيرمه ؛ د ازاد تجارت باج ؛ ظالم کنترولران ؛ د موټر او کور خرڅ ؛ په هېواد دننه او بهر کي پارټۍ ؛ کله څوک داسي سوچونو ته  پريږدي . چي دا ټول مي په زړه سي نو دستي د سوچ نه راووزم او سترګي مي  د دفتر د دروازې نه بهر د يوبل مشتري څار ته ځير سي .    هر ګبر او مسلمان ته د بيا بيا راتګ په هيله خوله له خندا ډکه خو زړه له قهره شين ولاړ يم . د نورو پمپونو خلاف دلته د غوړمالۍ او چاپلوسۍ پله درنه ده .موټر لا دريدلئ نه وي چي زه لکه عسکر د موټر شاته تيارسۍ ولاړ يم . کله ناکله خو مشتري زما تر حد ډير انسانيت په بل فکر کي واچوي . په سترګو کي راته وايي چي کم چل خو به نه وي ؟ په تيلو خو دي اوبه نه دي ګډي کړي ؟  که دا نه وي نو په قيمت کي دي هرومرو لاس وهلئ دئ؟ چي دا يو مي هم ولاکه کړې وي . کله خو مي بلکل پر خپل انسايت پښېمانه کړي . خو بيا لاهوله کړم او له ځان سره ووايم چي که داسي ونه کړی نودا ټول به له کومه پوره کوې .  داسي شين سترګي او سپين سترګي مشتريان هم لرم چي په دوو دروو پوښتنو مي يوه مياشت  د  قهرنو په ټال کي ډوب ګرځوي . پرون مي د يوه ( شين سترګي ) سره چي سر يي چپه تراش خريلۍ ؤ و او کينايه اميزه پوښتني يي کولې جر وبحث سو . هغه راته وويل چي افغانان ښه جنګيالي  دي ښه جنګ کوي او چي بيا دا جنګ له پردوسره وي ،  خو کله چي پردې پسي واخلي نو بيا  خپلو کي لکه ليوان سره خوري ؛ چي ريشتيا ووايم په زړه کي ډير خوشاله سوم (( شکر چي د سپو په مثال يي ونه ستايلم ليوان خو لا بيا ښه دي !!)) دستي مي پر زړه را وګرځيدل چي ښاغلئ پر حق   دئ سپې خو ددوۍ د کورونو  اهلي حيوانات دي  . دوئ   تور سپي ، سپين سپي او برګ سپي ټوله د ځان ملګري او کورني شريکان ګڼي ، هغه زموږ تور نصيب دئ چي سپي مو په � �خته وينو،ځګر اولړمون خوړلو، په غاړه کي په کلکو او قيمتي زنځيرنوعادت سوي او چي لا تر اوسه هم ، سره سپي  سپين او سپين سپي تور او برګ سپي يو بل پر بوې نه پريږدي . ما د دې لپاره چي ده ته وښيم ،  په سياست پوه کيڼ  او  ښئ ډيالکټيکونه مي هم لوستي ، دهر سياسي، کلتوري اواجتماعي نظام اپوزټ يم  ورته وويل : ښاغليه ! دا تاسي او ستاسي حکومتونو زموږ نه ليوان جوړ کړل او که نه ..... خبره مي لا نه وه پوره کړې چي ( شين سترګي ) له خندا نه خپل بډوډي ونيول له خندا ورسته يي په ډير غرور راته وويل : تاسي تر اوسه داسي څوک لرلۍ چي ستاسي د ټولو امين وي ؟ تر اوسه زموږ د لاس لرلو پرته تاسي زعيم در� �ودلۍ ؟ موږ غواړو چي   تاسي خپلو منځو کي ليوان خو موږ ته ګيدړان ووسۍ !  د دې وينا دپوره کيدوسره په موټر کي کښيناست او ولاړ .  خو ما ،  مامدغمګين ته يي د يوې مياشتي لپاره د شخوند وهلو تريخ حقيقت پريښود .  د پيک ښار بلجيم 2006/09/20 ",تريخ حقيقت (د حاجي امين باوري ليکنه) 4959,,"   اسلام علېکم ورحمت الله وبرکا ته درنو ورورڼو او خويندو. په اوسلو کي د افغانانو اسلامي مسجد اومرکز تاسوته دراتلونکي مبارکي روژي م ياشتي مبارکي وايی.  په مسجدکي د روژي مبارکي مياشت پروګرام انشاالله په لاندي ډول دی. 1 . دق� �ان ترجمه او تفسير هره ورځ دماپښين د لمانځه وروسته 2. دحديث نبوي صل الله عليه وسلم درس دمازديګر د لم انځه وروسته 3. دقران عظيم الشان دختم تراويح انشاالله يکشنبه 24,09,2006 شروع کيږي. سږکال په ناروي کي فطرانه 25 نارويجي کرونه ده٠ کوښښ وکړی فطرانه چي هر څومره ژر ورکړی هغومره ژر به مستحقينو ته ورسيږي٠  دلازياتو مالوماتو دپاره دتليفون شميري  دمسجد تليفون 300 78 966  حاجي اجمل 932 43 400 ",په اوسلوکي دافغانانو داسلامي مرکز خبرتيا 4960, سعدالله احمدزی," د جليل پرشور په ځواب چه ليکلی يي دی(( انچه از شاهپور احمدزی ميدانم))      سعدالله احمدزی په دې وروستيو کې زمونږ د کورنی له دوستانو نه يو چا يوه ليکنه راليږلی ده چه د ښاغلی جليل پرشورله خوا د ((فرياد ازادي)) د انترنتي جريدې په لومړی مخ کې نشرشوی او  د پلچرخي محبس د جرياناتو احوال پکې ليکل شوي دي . زه د ليکوال نه مننه کوم چه د خپلې ليکنې په پيل کې زما د خدای بخښلې پلار تورنجنرال شاهپور نه د ((توانا معلم))، ((با وقار)) او(( وطنپرست)) د کلماتو په استفادې سره يي ياد  کړی دی او دا ددوی ښه نظر دی او بيايي خپل ليکنه يي د دغو جملو په ويلوکې ختم کړی : د وطن ګرانه شاهپوره! زمونږ سلام دې وي پر تا او ستاسو ملګرو باندې چه د ژوند سره د سخت مينې او محبت سره سره ، بيا مو هم خپل خواږه ځانونه د خپل خلکو او اتل ګوند لپاره قربان کړي دي . د  محترمو لوستونکو نه دې پټ نه وي چه زه او زما 5 ورونه ، درې خويندې او مور، ددغو جملاتو په لوستلو سره ډيرمتعجب او متاثر شو. د نورو خلکو د احترام په نظرکې نيولوسره بايد دا ووايم چه له هغو کسانو سره چه د خلق د دموکراتيک ګونډ او يا د نوروسياسي احزابو غړي دي، کومه شخصي دښمني او خصومت نه لرم . دوې پوه شه او ددوی مسووليت د خلکو او د خاورې په وړاندې خو دومره پوهيږم چه د هغه وخت سياسي مش� �ان نه د ښه بصيرت خاوندان وو چه پرخلکو باندې راوړل شوي تکليفونه وګوري او نه يي ددې توان درلود چه په خلکوکې د دغو دردناکو پيښو مانع وګرځي. مګر زما د پلار د ژوند او د هغه د شهادت په رابطه غواړم چه دا روښانه او جدا تاکيد کړم چه زما پلارد خپل ژوند په وخت کې نه کوم حزب درلود او نه د کوم چا په حزب کې وو  او نه يي سياسي او ح زبي مفکورې د خپلې کورنی په چاپيريال کې درلودلې. پدې ټوګه که د مضمون ليکوال، جليل پرشور دا هڅه کوي چه دداسې جم لاتو په استفادې سره زما پلار د خلق اود پرچم په ګوندونوپورې منسوب کړي او يا حداقل هغه دې د خلق د دموکراتيک ګونډ خوشبين ښکاره کړي، زما په نظر دوی سخته اشتباه کوي او دوی ته لازمه ده چه زما د پلار په پيژندلو کې دقت وکړي. لکه چه جليل پرشور په خپله زما د پلار نه د يو با وقار سړي په نوم ياد کړی دی، په رښتيا چه دا وقار او عزت نفس زما د پلار په شخصيت کې دومره ژور وو چه هيڅ کله يي د هغه وخت کمونيستي دولت ته د تسليم غاړه او سر ټيټ نه کړ. دا د هغه د ژوند په  قيمت تمام شو. او دهغې دسيسي له مخې چه د هغه وخت د دولت له خوا ورته جوړه شوی وه، يو څه وخت د پلچرخي په محبس کې بندي شو او بيا دغه ظالمانو د هغه ژوند  پای ته ورساوه.  کله چه ما د پلار د پوښتنې � �پاره د داخلې وزارت ته  مراجعه وکړه او د هغه وخت د ملي مصونيت د دفتر له يوه با صلاحيته مامورنه چه د عزيز اګسا په نوم مشهور وو دا سوال وکړچه((ولې زما د پلارسرنوشت شهيد او ژوند يي پای ته ورسيد په داسې حال کې چه  صدر اعظم سلطان علی کشتمند او د دفاع وزير رفيع په عين وخت کې او په عين دسيسه کې زما د پلاره سره يو ځاې ونيول شول،او ددوی د دواړو جزاوې له اعدام نه، شلو کالوقيد ته را ښکته شو؟)) عزيز اګسا په ځواب کې وويل: (( ستاسې پلار � �اهپوراحمدزی ، حزبي مصونيت نه درلود)). دا ځواب په خپله يو کلک سند دی اودا ثابتوي چه زما پلار يو غيرحزبي او يواځې يو پوځي صاحب منصب وو.    همدا راز په هغه رساله کې چه د ((يادداشتهای سلطان علي کشتمند)) تر عنوان � �اندې، د سلطان علي کشتمند له خوا چه د خلکو په دموکراتيک ګوند کې اوږده سابقه لري ، خپورشويدی، د خلکو د دموک� �اتيک ګوند د پوځيانو د نومونو لست شته، خو زما د پلار نوم قطعا پکې ذکر شوی ندی. جالبه خبره داده، کله چه د خ� �کو دموکراتيک ګوند قدرت ته راغی ، بی له دې نه چه زما د پلار سره مشوره وکړي د هغه وخت د لوی درستيز په حيث يي وټاکه، او نور محمد تره کي د سياسي بيرو د غړيو په مخکی چه په کابل راډيوکې راټول شوی وو دده د مقرری فرمان و� �کړ. په دغه فرمان کې چه تراوسه ما سره موجود دي،  زما دپلارنه د يو صادق او د سا بقه لرونکی پوځې صاحب منصب په ح يث ياد کوي او د(( رفيق يا ملګری)) کلمه چه په هغه وخت کې مروجه وه، زما د پلار په معرفي کې يادې شوي ندي او نه زما دپلار د حزبي سابقې او يا سياسي فعاليتونوپه هکله ذکر شوی چه دا پخپله ددې ښکارندوی دی چه زما پلار حتی د نورم حمد تره کې او د سياسي بيرو له نظره د يو غيرحزبي صاحب منصب په حيث پيژندل شوی. د هغه وخت دولت غوښتل دده د ښه � �هرت او نفوذ نه چه د افغانستان د پوځيانو په مينځ کې مخصوصا د حربي پوهنتون د سل هاو وطن پالو شاګردانو په � �وزنه کې يي درلوده، استفاده وکړي. خو کله چه د غه مرامونه ترسره نه شول، د هغه وخت دولت دا نه شوه زغملی اوب� �اخره يي په ناځوانمردانه ټوګه شهيد کړ. ډاکتر حقشناس په خپل کتاب کې د (( دسايس و جنايات روس در افغانستان)) په نوم ، ددغې دسيسې په رابطه ليکي چه: (( لکه  چه ټول پوهيد ل شاه پورخان احمدزی يو غيرکمونيستي او بيطرفه پوځي صاحب منصب اوددفاع وزير عبدالقادر يوپيژندل شوی پرچمي کمونيست او مزدور وو. او دا دوه جلا رسۍ ګاڼې هيڅکله سره نه شي غوټه کيدلې. هغه يو د ليل چه دده نوم په دې دسيسه کې شامل شو ، دا وو چه هغه د داود خان له معتمدانو څخه وو او داود خان يي د هغه د شا وخوا د کمونيستو ملګروله د سيسونه خبرو اوهم يي د بيګناه خلکود وژنې او بندي کولو نه منع کوه.)) ډګرجنرال محمد نظيرکبيرسراج په خپلو ياداشتونو کې د (( رويداد های نيمه اخيرصده بيستم در افغانستان)) په نوم ،په لومړی ټوک يوسلويويشتم مخ کې د خلق او د پرچم د اختلافاتو نه يادونه کړی، ليکي : د پلچ� �خي په زندان کې ، پرچمي بنديان شکنجه کيدل اوپه هغوی کې دوه تنه چه په حزب پورې مربوط نه وو تورنجنرال شاه پور احمدزی او ډاکتر مير علي اکبر اعدام شول. محمد صديق فرهنګ په خپل کتاب کې د ((افغانستان در پنج قرن اخير)) په نوم په دوهم ټوک او يو نويم مخ کې داسې ليکي: خلقي دولت هڅه وکړه چه له يوې خوا نه د پرچم ګوند د يو سياسي سازمان په حيث له مينځه يوسي او له بلې خوا نه د ترور او وحشت رژيم لاهم په هيواد کې ټينګ کړي. د تورنو دسيسه کارانو په ډله کې  د دووتنو غير سازماني شخصيتونو شاملول جنرال  شاه پور احمد زی او ډاکتر مير علي اکبرددغه ادعا ثبوت دی. ځکه چه لومړنی  يو غير سازماني صاحب منصب او دوهم ، د شيعې  مذ هب له پيروانو څخه وو . ځکه چه داسې يو د� �يل موجود نه و چه دا دوه تنه د پرچم د ګوند سره د همکاري په فکر کې وي، نو دا ګمان کيږي چه ددولت مقصد ددوی د نومونو په ذکر کولو کې دا وو چه له يوې خوا نه د پرچم صفوف ددوی د مشرانو پر ضد بد ګمانه کړي او له بلې خوا نه دوی ته  په اردو او د شيعه ګانوپه مينځ کې د خپلو مخالفانو د مينځه وړلو يوه  بهانه جوړه شي.  په دې ټوګه داسې ډير� �واهد او اسناد موجود دي او ثابتوي چه زما پلار د ځواني نه ترمرګه پورې د هيڅ يوسياسي ګوند او سازمان غړی نه وو. او که چيرې زما پلار د يو سياسي حزب اويا د کوم سازمان غړی وای، زه او زما کورنی دا شهامت درلود چه په لوړ سر زما د پلار د حزب د غړيټوب اعتراف کړی وای او مثلا هغه سياسي فکرونو چه زما پلار يي پيروي کوله خپل افتخار ګنلی وای.  حا ل دادی چه دا حقيقت نه لري او پلار مې يو بيطرفه پوځي وو، چه نوم يي د يو دسيسې په واسطه د دسيسه کا� �انو په لست کې شامل او با لاخره د دغو خلکو له خوا شهيد شو. زه هيڅ چاته دا اجازه نه ورکوم چه زما پلارپه خپل ح زب پورې منسوب کړي اويا د هغه د نوم او شهرت نه چه په اردو او ملي سطح يي درلود، د خپل سياسي ګونډ او سازمان په ګټه ورځينې استفاده وکړي. زه پوهيږم چه زمونږ پوهو او منور خلکو ته حقايق بهتره معلومه دی ، او دا به ښه وي چه � �ضاوت تاريخ او خلکوته پريږدو.                                په پای کې دا بايد ووايم چه: زما پلار يو ښه ليکوال او دپښتو ژبې ملي شاعر وو مګر زما پلار د هغه ملی احساس په لرلو سره چه د خپل وطن او وطنوالو سره يي درلود هيڅکله هيچا ته تسليم نشواو د ذ لت او حقارت تر ژوند يي شهادت بهتر ګاڼه. روح دې  يي خوشحال وي.    ",(( انچه از شاهپور احمدزی ميدانم)) په جواب کي 4961,احمدسعيد وصال,"    سوځو  به تر کومه  لا دې   اور  کي  خدايه  څه  وکړوبلي  مو لمبې  سوې  بيا په  کور  کي  خدايه  څ ه  وکړو هيڅ  نه ستړی  کيږي  داد وخت  قهر  او  غضب  دلتهلغړي مو سرونه  تل  په  زور  کي  خدايه  څه  وکړو څوک به  مو اواز  دسوو  چيغو  او  زخمو و اوريخروښي  چي  توپونه  په  هر  لور  کي  خدايه  څه  وکړو نه  مو   دژوندون  په  رخسار  تنده  دارمان  ماتهنه  مو  دځوانۍ  باغچه  سمسور  کي  خدايه  څه  وکړو څوک انصاف  ته  کش کو, چاته  ږغ  , اوچاته  عرض  وکړوهست  و  نېست  مو  دواړه  په  پېغور  کي  خدايه  څه  وکړو ښکا� �ي  مو  دعمر پر  تندي  د تاريخو  وينيبند  يو  د خونکار  ظالم  په  تور  کي  خدايه  څه  وکړو قتل  په   عجب  ,عجب  پلمو   کړو   د رڼا   غليم هيله   مو  رڼا  ته  وه  په  ښور   کي  خدايه  څه   وکړو  وګوره  وصاله  چي  دسر په  داو  هم  نه  کېږي دا  خونړۍ  لوبه  په  بد  شور   کي  خدايه  څه  وکړو ",هست او نېست مو دواړه په پېغور کي 4962,,"   دکورنیو چارو وزارت ویلي چې نن جم عه دکندهار دشورابک ولسوالۍ دودانۍ١٩ جوړونکي دیوه بریدپه ترڅ کې وژل شوي ویل کیږي څو تنه له بریده په تیښته بریالي شوي دوی کورونو ته دروژې دمبارکې میاشتې په رخصتۍ روان ول لومړۍ پرې له لرې کنټرولیدونکی بم وچاودید بیا ترکمین لاندې راغلل.  بل لورته ددغې پیښې په اړه ولسمشر کرزي ژور خفگان ښوولی په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر دا کار دهغه چا بللی چې نه غواړي دافغانستان یو وگړی هم ارام ژوند وکړي.   ",په کندهارکې ١٩ افغان کارکونکي وژل شوي. 4963,,"   عیني شاهدانوبینوا ویبپاڼې ته ویلي چې دکنړ ولایت دوټه پور ولسوالۍ په سیمه تام سیمه کې تیره شپه دیوې وسلوالې نښتې په ترڅ کې اته امریکایي سرتیري وژل شوي دغو عیني شاهدانو بینوا ویبپاڼې ته ویلي چې وسلوالودامریکايي ځواکونو په اډه برید وکړ چې دجگړې لامل شو دوی وایي دوسلوالو دمرگ ژوبلې په اړه معلومات نلري خووژل شوي امریکايي سرتیري یې دلیږد را لیږد پرمهال په خپلو سترگو لیدلي. لا هم دائتلاف او دولتي سرچینو له لوري ددې خبر پخلی ندی شوی خو بل � �ورته طالب ویاند په کنړ کې ددوو امریکایانو دوژنې خبر خبري رسنیو ته ورکړی. ",عیني شاهدان:په کنړ کې ٨ امریکایان وژل شوي. 4964,,"   لوی څارنوال عبدالجبار ثابت خبر ي ناستې ته وی� �ي چې په ملي تلویزیون کې ٤٠٠ زره ډالره غلا شوي نوموړي ویلي ددې پیښې دڅېړنې لپاره یې یو کمیسیون ټاکلی لویه څا� �نوالۍ وایي چې پدې اړه ورته مشرانو جرگې خبر ورکړی بل لورته دکولتور وزارت ددغې غلا دپیښدا خبر تائید کړی. ",په ملي تلویزیون کې غلا شوې. 4965,"سید عبدالله نظامي-کنړ","   څنگه خواږه خواږه ورگورې ورته لکه بې زړه ملنگه داسې ولاړه یې ته په اننگو دې اوښکو لارې کړي له خولې ساړه اسویلي مه خیژوه زه به دې اوښکې کړم په ژبه پاکې ماته دخپل یار کیسه مه یادوه منم له تا به هم چا زړه وړی وي دزړه کیږدۍ دې په بل خوا و� �اړه ستا له دې حاله معلومیږي راته چې په اغزنه ځمکه ژوند تیروې ودریږه دا یوه خبره واو� �ه ""مینه اول سړی پاچا کړي بیا یې کچکول دملنگۍ په غاړه شینه"" ",یوې میئنې ته 4966,," افغان ولسمشر حامد كرزى كاناډا ته � �سېدلى دى او د كاناډا له حكومت څخه يې د نورو پوځي او مالي مرستو غوښتنه كړې ده. ولسمشر دا غوښتنه د خپل درې و� �ځني سفر په ترڅ كي د كاناډا په پلازمېنه اوټاوا كي د دغه هيواد پارلمان ته د خبرو پر وخت وكړه.په اوټاوا كي د بي بي سي خبريال لي كارټر وايي پارلمان ته د ښاغلي كرزي خبري له  تاوده هركلي سره مخ سوې او پارلمان ته د نوموړي د ننوتو پر وخت ټول وكيلان له ځايونو ولاړ او په چكچكو يې بدرګه كړ.ولسمشر د هغو ۳۶ كاناډايي سرتيرو پر مړېنه هم خواشيني څرګنده كړه چي د ۲۰۰۲ ميلادي كال راهيسي په افغانستان كي وژل شوي دي.كرزي هڅه وكړه چي كاناډايانو ته ډاډ وركړي چي د دوى سرښندنو په افغانستان كي بدلونونو رامنځته كړي دي، خو و يې ويل چي د هيواد بيا جوړونه يې يوه لويه پروژه ده.ښاغلي كرزي اعتراف وكړ چي د طالبانو فعاليتونو د افغانستان له پولو بهر موجود دي، د بي بي سي خبريال وايي چي بېله شكه د ښاغلي كرزي اشاره پاكستان ته وه.له كاناډا څخه د ولسمشر كرزي ليدنه پر داسي مهال كېږي چي په افغانستان كي د دغه هيواد د سرتيرو د ماموريت په اړه ځيني شكونه موجود دي، خو نوموړي دا غوښتنه په احتياط او ماهرانه ډول وكړه.ټاكل شوې ده چي ولسمشر به د دغه هيواد د حكومت د مخالف ليبرال ګوند له مشر سره چي د كاناډايي سرتيرو له ماموريت څخه پراخ ملاتړ كوي هم وويني. خو كرزى به د ديموكرات ګوند له نوي مشر جك ليټن سره و نه ګوري، ځكه هغه په افغانستان كي د كاناډايي سرتيرو � �ه شتون سره مخالف دى.كاناډا په افغانستان كي تر دوه زره ډېر سرتيري لري چي په كندهار كي د طالبانو له پاتي � �ونو سره په جګړه بوخت دي. له هغه راهيسي چي كاناډايي سرتيرو په افغانستان كي په ۲۰۰۲ كال كي خپل ماموريت پيل كړى دى ۳۶ سرتيري يې وژل شوي دي چي څلورو سرتيرو يې تېره اونۍ د كندهار په يوه ځانمګري بريد كي ژوند له لاسه و� �كړ. ",ولسمشر كرزي د كاناډا پارلمان ته وينا واورول 4967,," نسيم خان /جرمنيد پښتو ژبي وتلی او پیاوړی لیکوال، شاعر، څېړونکي او د دستار مجلې چلوونکی، د غني خان ادبي، کلتوري او څېړنیزي جرګې او د پښتو عالمي کانګرس مشر پروفيسر جهانزیب نیاز دسپټمبر پر ۲۱مه نېټه جرمني ته راورسېد.د پروفيسر نیاز د هرکلي لپاره د پښتنو ټولنیز ولسیز ګوند مشر سلاکار ښاغلی حاجي فضل الرحمن شیر، د اداري چارو مسول ښاغلی هدایت بنګښ، د کورنیو چارو مشر ښاغلی مبارز څاپی، د ښځو د چارو مشره مېرمن ښاپیرۍ شینوارې، د خپرونو چارو مشر ښاغلی عزیز  سرشار، د مشرتابه د فتر مرستیال ښاغلی حاجی نصیر ستوری، ښاغلی ډاکتر ماخان شینواري او نسیم خان ستو� �ى راغلی وو. او د نظریو بدلون يې وکړ.ښاغلي نیاز د پښتني کلتور خدمت ته ملا تړلې ده، د خپل کلتور د بډایني � �پاره يې ډیري لیکني او ارزښتناک کتابونه ټولني ته وړاندي کړي دي.دی به د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مش� �انو د جرګې د غړو برسېره د پښتنو ادیبانو، لیکوالانو او شاعرانو سره د جرمني په بېلا بېلو ښارونو کې لیدني کتني وكړي.پروفيسر جهانزیب نیاز سبا د سپټمبر۲۳مه  د روژې پرلومړۍ ورځ په فرانکفورت کې په هغه غونډه کې ګډون کوي چې د ده په ویاړ جوړه شوې ده. ",دغني خان کلتوري اوڅېړنيزي جرګې مشر المان ته راغی 4968,," د بغداد په صدر ښار ګوټي كي چي ډېرى اوسېدونكي يې شيعه ګان دي د يوې چاودني له امله لږ تر لږه ۳۱ تنه وژل شوي او ۲۰ ټپيان دي، را پورونه وايي چي بم په يوه كورولا ډوله موټر كي اېښودل شوى وو چي موخه يې د تېلو ټانكر وو.د بي بي سي راډيو د يوه خبر له مخي د چاودني ډېرى قربانيان هغه ښځي وې چي د روژې د مياشتي لپاره د سونګ موادو د اخيستلو لپاره را غلي وې. دا په داسي حال كي ده چي د عراق چارواكي د سنيانو د يوې اورپكي ډلي انصارالسنة د مشر د نيول كېدو خبر وركوي. ",په بغداد كي چاودني ۳۱ مړه او ۲۰ تنه ټپيان كړل 4969,," په فرانسه كي يوې ورځپاڼي د سعودي عربستان د استخباراتو د يوه چارواكي له خولې خبر وركړى چي ښايي د القاعده غورځنګ مشر اسامه بن لادن د لويي تبي له امله مړ شوى وي.د اسامه بن لادن په اړه دا ډول خبرونه پخوا هم خپاره شوي وه چي وروسته به دروغ ثابت شول، خو د ځينو څېړونكي په اند ښايي دا ځل رښتيا وي. څېړونكي وايي د بن لادن پخوانۍ (د پښتورګو) ناروغي او د هغې د اساسي درم� �ني په مخ كي پرتو ستونزو ته په پام سره دا له امكانه ليري نه برېښي چي نوموړى دي اوس د لويي تبي له امله مړ شوى دى.د بن لادن د خبرو وروستى ويډيو كسيټ د ۲۰۰۴ كال په پاى كي خپور شوى وو، او ږغيز كسيټونه يې تر هغه وروسته څو ځله خپاره شوي دي. خو د نوموړي د ږغيزو كسيټونو په اړه وخت پر وخت ځيني شكونه ښودل شوي دي. ",د القاعده شبكې مشر اسامه بن لادن مړ شوى دى 4970,احمدسعيد وصال," دسوال  لمن    دسوال لمن مي دزخمي زړه سره مل ور غله  چي تر خمارو سترګو لاره دکجل  ورغلهشېبه،شېبه مي زوکلوي  په زولنو دښايستدارم انونو قافله مي  تر کاکل ورغله کوګل مي  ګوره جل وهلی کندهار ولاړ دی ستا د وفا شوخ با� �انونه پر کابل ورغله نه زه زړېږم نه هم ښکلي له ښايسته لويږي له عمره عمره  مي اسره  غز� �،    غزل ورغله تل چي سينګار لري په غېږه کي وږمې دبهار دژوند ګلونه مي ناچاره مسلسل ورغ� �ه ستوري زه څه کوم چي لوړ دي داسمان پرلمن شنکي خالو ته مي دميني مست کتل ورغله چي يې ايساري په بڼو کړې  زما شېبې دخوښی    اوس مي سينه ونشترو ته په تسل ورغله  وصاله ګوره چي نصېب سو پر طالع مهربان که دا وږمه دپسرلي ده پر  اور بل  ورغله ٢٠/٩/٠٦ ",دسوال لمن 4971,," ډاکټر حمید شجاع ځاځی/پېښور دا پېښه تېره شپه د پېښور حیات آباد په بلال جامع جومات کې هغه وخت رامنځته شوه، چې د ماسخوتن د لمانځه پر مهال دنوم وړي جومات ملا امام وویل چې د پاکستان حکومت له لوري د روژې په هکله لا څه حتمي پرېکړه نه ده شوې. نو ځکه به نن ت� �اویح نه کېږي. دې خبرې په جومات کې ناست افغانان راوپارول او پرېکړه یې وکړه چې دوی به نن خپلې تراویح کوي. خو بل � �وري ته دپاکستاني لمونځ کونکو لخواه د دوى مخنیوی وشو او اجازه یې نه ورکوله چې افغانان دې په جومات کې تراویح وکړي، بالاخره تر اوږدو ناندريو وروسته د افغانانو د ځاځیو او دوستخیلو قومي مشران په دې وتوانیدل چې صفونه وتړي او تراویح وکړي. دا په داسې حال کې ده چې ډېرو افغانانود شنبې په ورځ هم روژه درلوده. د یادونې وړده چې کله افغانانو تراویح پیل کړې نو ډېر شمېر پاکستاني لمونځ کونکي هم له دوی سره پر لمانځه اودرېدل. له دې پېښې نه لږه شېبه وروسته په نوموړي جومات کې پاکستانیانو اعلان وکړ چې سبا به د دوى لومړۍ روژه وي. ",په پېښور کې تېره شپه افغانانو په زور تراویح وکړې 4972,," د فراه امنيتي چارواکو له بينوا سره ومنله چې د ايساف د ځواکونو له لوري ددغه ولايت د کليو د پراختيا د رئيس د ٢ وروڼو عبد الظاهر او عبدالقيوم د نيولو پر م هال د عبدالقيوم لور رابعه د ځواکونو د ډزو پر مهال وژل شوي ده . ځواکونونوموړي دوه کسان له ځان سره وړي دي . چارواکي وايي چې د نوموړو کسانو کور د فراه ښار په دريمه ناحيه کې د شپې له خوا پرته له دې چې ددغه ولايت چارواکي پرې خبر شي کلابند شوي وو.د نوموړي ولايت د کليو او پراختيا رئيس وايي وروڼو يې له طالبانو سره هيڅ ډول اړيکې نه درلودې . په سيمه کې عيني شاهدانو بينوا ته وويل ، چې له نوموړې کورنۍ سره تيرۍ شوي دي. ",د ايساف په ډزوفراه کې يوه نجلۍ وژل شوي 4973,رحيم ګل څاروان,"  رحيم ګل څاروان تیره شپه یوه ټیلر چلونکي راته خپله وروستۍ سترگو لیدلې کیسه چې دهرات-کندهار په لویه لاره یې ددریو واکمنو حکومتونوله لو� �ي لیدلې وه وکړه رښتیا هم سړي ته داسې مفکوره پیدا شي چې ددې هیواد راتلونکی په کوم لور ځغلي؟ ولې داسې کیږي؟ او په تیره بیا دا کړیدلي افغانان چې ددنیا په یوه هیواد کې هم ورته ابرو پت ندی پاتې او دا کلونه کلونه کیږي له کړاوونو، غمیزو او دردونو څخه پرته هیڅ خوښۍ یې له ژوند سره ملگرتیا نه کوي لا نور څومره دژوند سختې شپې تیرې کړي، حیران شي داد عقل او شعور خبره بیخي زمونږ افغانانو دسرله کوپړۍ دتل لپاره تللې.داټیلرچلونکی ډېر بې وسه دی غریبۍ او خوارۍ ورسره تل پخه ملگرتیا کړې او ملگرتیا کې دومره ټینگ دي چې هیڅ یې نه پریږدي. ټیلر هم دبل چا دی.ده راته ویل څه موده وړاندې له هرات نه یې څوموټرپه ټیلرکې رابار کړل او هرات نه تر کابله یې ددې موټرو � �سول غوښتل ده ویل له هرات نه تر دبکوا دښتې پورې کومه ستونزه ورپیښه نه شوه تگ او مزل یې عادي وه.دمازدیگر � �پږ بجې کیدونکې وې چې دبکوا له دښتې راووت له ده سره درې نور ټیلر موټرهم گډ روان ول دمازدیگر دا وخت دماښام تیارو په غیږ کې نیولی وي تیارې دمازدیگر زیړۍ تور وي.دبکوا دښته نور پای ته رسیدلې وه ده دا مهال دمازدیگر دلمانځه د ادا لپاره ټیلرموټر درولی وه لمونځ یې کاوه درې نور ټیلر موټر ترې په لار روان ول دی یې یوازې پرېښی وه.ده راته ویل لمونځ مې ادا کړ دعا مې وکړه او دموټر دخوځیدوپه تکل موټر ته ور پورته شوم لا موټرمې نه وه چا� �ان کړی چې دنهو وسلوالوغلو دودریدو غږ مې ترغوږو شو راغلل له موټر یې ښکته کړم ١٢ زره افغانۍ مې په جیب کې وې راڅ خه وایې خیستې زما له بل ملگري سره هم دوه درې زره افغانۍ وې هغه یې هم ترې واخیستې دجیبونو تالاشي یې په ډاډه زړه وکړه دلاس ساعت، دموټرځینې اړین وسایل، دخوراک لپاره لوښي هر څه یې رانه واخیستل په پای کې یې په کلاشینکوف په سر ووهلم سریې راباندې مات کړ سرې وینې مې پرمخ راغلې راته یې وویل اوس دې په مخه ښه.دغلو له دې واکمنۍ څخه خالي جیب او سرماتی په لویه لار روان شوم، له مات سر څخه مې وینې لا روانې وې نیم ساعت مې لاره لنډه کړه یوځای ته و� �سیدم بیا وسلوال په لویه لار ولاړ دی دوی دا ځل غله نه ول طالبان ول.زما هغه نور درې موټرچلونکي ملگري چې زه یې غلو ته یوازې پریښی وم او دوی رانه مخکې تللي وه دلته دطالبانو ترښکار لاندې راغلي وه وسلوالو طالبانو لاس � �ا کړ ما هم ورته موټر ودراوه یو طالب راغی دبارنامې غوښتنه یې رانه وکړه ما هم بار نامه ورښکاره کړه چې گوندې کوم بار چې ما موټر ته لوړ کړی د امریکایانو ندی دعادي خلکو موټر دي.طالبانو سلوک ښه راسره وکړ ویل یې ځه، ما ورته وویل دا درې نور ټیلر مو ولې سوځولي؟ دی وایي طالبانو را ته وویل مونږ ورته دودریدو وویل خو دوی ونه د� �یدل او دتیښتې لار یې خپلوله مونږ په راکټونو وویشتل موټریې وسوځیدل ولې موټرچلونکي لا ژوندي دي دگریشک په بازار کې دي. دی وایي زما هم نور ماغزه په خپل حال پاتې نه شول څه چې په خوله راتلل ورته مې وویل چې دوی خو م سلمانان ول بیا گناه یې څه وه مونږ څه پوهیږو چې ته طالب یې لویه لار ده وسلوال لار ته راووځي ډیری غله وي، زما دا سر وینې مات شوی سرې وینې تر روانې دي، طالب جانه ولې نه رانه پوښتې چې سر دې ولې مات شوی؟طالبان ټول راټول � �وي وه ويل یې ولې دې سر مات دی؟دی وایي ما ورته وویل لږ وړاندې مې لمونځ وکړ غلو ونیولم هرڅه یې را نه غلا کړل سر یې هم راباندې مات کړ؟طالبانو یو پر بل غږ کړ زر کوئ موټرگاټ درسره راوخلئ زه یې له ځان سره ملگری  کړم � �اته یې وویل دغلو ځای راوښایه ما ورته دغلوځای وروښود غله لا پرځای ولاړ ول طالبان ترې چاپیره شول ډزې یې پرې پیل کړې نهه وسلوال غله یې ټول په یوه ځای ووژل طالبانو راته ویل داسلامي امارت دی دغلو سزا هم داده.طالبانو زیاته بخښنه را نه وغوښته او راته یې دا هم وویل چې دملگروموټر دې هسې رانه ولگیدل اوو سوځیدل.دملگرو له موټ� �وبه  مې سره لمبه پورته شوه او داسمان غیږ به پرې ډکه شوه زه یې رخصت کړم پوره ساعت مزل وروسته یوه بازار ته ورسیدم دبازار په سر کې دکرزي خان دحکومت دپولیسو امنیتي پوسته وه وې درولم تلاشي یې وکړه دموټر اسناد یې رانه وغوښتل اسناد مې ورکړل پولیسو راته وویل استاده ستا لکه چي دا اول وار دی چې په دې لار راځې؟دی وایي ما ورته وویل نه پخوا هم راغلی یم پولیسو راته وویل نه درواغ وایې دلته چې څوک راځي دموټر محصول ورکوي ستا � �ه یاده وتی ما ورته وویل هیڅ نلرم پوهیږم چې محصول ستاسو حق دی په لار کې غلو وشکولم هرڅه یې رانه واخیستل پو� �یسو ونه منله ترسهاره یې په پوسته کې کښینولم تردې چې کلینر مې کندهار ته یوازې ولیږه پیسې یې راوړې پولیسو ته مو ورکړې بیا یې خوشې کړو.داټیلر چلونکی اوس وایي بیا به موټرونه چلوم. ",یوه لار، درې واکمن حکومتونه (رحیم گل څاروان) 4974,," د غور والي ومنله چې امنيتي ځواکونو دوسلو دوه ډير ستر ديپوګان د تولک او دولت يار په ولسواليو کې پيدا کړي دي . ده له بينوا سره وويل په دغو دپيوګانو کې لس ميله وسلې او ٩ ټنه مهمات وو ، چې دورانکارو عملونو د ترسره کولو په موخه پټ شوي وو. ",د وسلو ستر ديپوګان غور کې پيدا شوي 4975,,"   بینوا ویبپاڼې ته دسوله ساتو ځواکونو له اړخه په راغلې خبرپاڼه کې راغلي چې دهلمند ولایت دنوزاد ولسوالۍ دگریشک په سیمه کې ددوی په وینا لومړی٢٠  یاغیانو پرې  ډزې وکړې چې بیا دناټوځواکونو په ځوابیه ډزو کې دوی ١٥ یاغیان ووژل دوی وایي دناټو سرتیرو ته کومه مرگ ژوبله نده پیښه شوې.  ",ناټو: په گریشک کې ١٥ یاغیان وژل شوي. 4976,," د پنځو تنو قومندانانو په ګډون له غور او فراه ولايتونو څخه ٤٠ تنه مخالف وسله وال د هرات د ملي پخلاينې د کميسيون د چارواکو د هلو ځلو له مخې له دولت س� �ه يو ځاي شوي دي . د هرات د سولې او پخلاينې د چارو مشر سيد شريف مجددي دولت سره ددغو کسانو يو ځاى کيدل چې يو اندازه وسلې هم ورسره دي ومنل او له نورو مخالفينو څخه يې وغوښتل چې له جنګ او جګړې نه لاس واخلي او د سولې او پخلاينې لار خپله کړي . ",٤٠ تنه مخالف وسله وال له دولت سره يو ځاى شوي 4977,,"   بینوا ویبپاڼې ته دسوله ساتو ځواکونو له اړخه په راغلې خبرپاڼه کې راغلي چې دهلمند ولایت دسنگین په ولسوالۍ کې تیره پنجشنبه هغه مهال اته یاغیان ووژل شول کله چې دغو یاغیانو دناټو په هلیکوپترډزې وکړې. خبرپاڼه لیکي چې لومړی درې یاغیان ووژل � �ول دوی پر چورلکې برید وکړ، نور پنځه یاغیان بیا هغه مهال ووژل شول کله چې دوی پرچورلکې دبیا برید هڅه کوله او په یوه پټ ځای  کې پټیدل چې دبلې مرستیالې چورلکې په ډزو ووژل شول. خبرپاڼه داهم لیکي چې دناټو سرتیري تر برید روغ راوتي او نه هم چورلکه ویجاړه شوې. ",ناټو: دهلمند په سنگین کې ٨ یاغیان وژل شوي. 4978,," د هغه وسله والې جګړې په ترځ کې چې نن سهار د خوست د اسمعيل خيلو ولسوالۍ کې د ځمکې پر سرشوې، د يوې ميرمنې په گډون پنځه تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي . جګړه دا مهال سيمه کې د ريدلې اوامنيتي چارواکي هڅه کوي د جګړې اصلي عاملين ونيسي او د قانون منګلو ته يې وسپا� �ي. ", دځمکې سر جګړه کې خوست کې٥ تنه مړه شوي 4979,,"   دفرانسې ولسمشر ژاک � �یراک دروسیې له ولسمشر ویلادي میر پوتین اودجرمني مشرې انگیلا میرکل سره په پاریس کې یوې گډې خبري ناستې ته دایران داټومي لانجې داواري لار یوازې خبرې اترې وبللې او په نیږدې راتلونکي کې داروپایي ټولنې دسیاسي چارو دم� �ر خاویرسولانا او دایران داټومي لانجې مخکښ مرکچي لاریجاني خبرې گټورې یادې کړې. شیراک وویل:"" دستونزو د� �رې کولو لپاره باید تل له خبرو او له ډیپلوماتیکو هڅو څخه کار واخیستل شي زه پوره باور لرم چې ایران هم دې � �یواله دی چې له نړیوالې ټولنې سره دخپل هیواد داټومي لانجې داواري لار په خبرو اترو کې پیدا کړي"". ",فرانسه دایران اټومي لانجه دخبرو دلارې اوارول غواړي 4980,,"   دکورنیو چارو وزارت درسنیو دفتر بینوا ویبپاڼې ته وویل چې تیره ورځ له غرمې وروسته دکاپیسا ولایت دالاسي په ولسوالۍ دملي امنیت په کا� �کونکو او پولیسو دمخالفینو له لوري وسلوال برید شوی چې له امله یې دملي امنیت یو کارکونکی ټپي شوی او موټر یې ویجاړ شوی. درسنیودغه دفتر وویل چې دپولیسو په ځوابیه ډزو کې دوه مخالفین وژل شوي اودوه نور ټپیان � �وي. ",په کاپیسا کې دملي امنیت په کارکونکو برید شوی. 4981,,"   دکورنیو چارو وزارت درسنیو دفتر بینوا ویبپاڼې ته وویل چې تیره شپه ناپیژاندو وسلوالو دوردکو ولایت دچغتو په ولسوالۍ راکټي برید شوی دغه دفتر وایي کومه مرگ ژوبله نده پیښه شوې. ",دچغتو په ولسوالۍ راکټي برید شوی. 4982,," طالب وياند ډاكټر محمدحنيف بېنوا ته وويل چي تې� �ه شپه يې د پېشلمي پر وخت د پكتيا ولايت په مركز ګردېز كي د امريكايي عسكرو پر كاروان بريد كړى، تر سختي جګړې و� �وسته يې د امريكايي سرتيرو څلور موټره ويجاړ كړي دي. نوموړي د ننګرهار په خوګياڼيو او مزارشريف كي د ملي پوځ او پوليسو پر پوستو هم د بريد خبره كوي چي د ده په وينا په ننګرهار كي يې د ملي پوځ پنځه سرتيري او مزار كي يې دوه تنه پر موټر سيكل سپاره پوليس وژلي دي، خو د ډاكټر حنيف د دې وينا پخلى تر اوسه كومي خپلواكي سرچينې نه دى كړى. ",طالبان د امريكايانو د وژلو خبره كوي 4983,احمد فؤاد لامع," احمد فؤاد لامع د ولسي جرګې د عد� �ي او قضايي چارو کميسيون يو رپوټ خپور کړی چې په هغۀ کې يې په دولتي ادارو په ځانګړي ډول د ولسمشر کرزي په دفتر کې د قومي جوړښت پر څرنګوالي کلکه نيوکه کړې او ښاغلی کرزی يې تورن کړی چې ګواکې دې ټکي ته يې بشپړه پاملرنه نه ده کړې. ددغۀ رپوټ پر بنسټ، د ولسمشر کرزي په دفتر کې اوس اوس څلور سوه و شل تنه کارکوونکي په دنده بوخت دي چې له دې ډلې څخه په سلو کې دوه اويا يې تاجېکان، څوارلس يې پښتانۀ، څلور يې هزاره ګان او صفر اعشاريه څلور يې ازبکان دي. په دې رپوټ کې همدا راز راغلي چې د ښاغلي کرزي په دفتر کې پشه يان، نورستانيان، ايماق او بلوڅ خو لا هېڅ نه ليدل کيږي. له بلې خوا يې ويلي چې په نورو دولتي ادارو کې دا شمېرنې ښيي چې د تاجېکانو ونډه دري پنځوس سلنه ده او نورو � �ومونو ته پکې لږ حقونه ورکړل شوي دي. د ولسي جرګې د عدلي او قضايي کميسيون غړو غږ کړی چې دا په دولتي ادارو کې د قومي انډول، نه په پام کې نيول دي. د نوموړي کميسيون يو غړي محمد جواد سروري وايي چې د بن د کنفرانس پر مهال داسې يوه هوکړه شوې وه چې د هغۀ پر بنسټ په دولتي ادارو کې بايد په سلو کې دري ديرش پښتانۀ، څلورويشت تاجېکان، نولس هزاره ګان او ديارلس اوزبکان دنده ولري او اوس چې دا کار نه دی شوی نو لويه بې عدالتي ده.په سر کې ښايي د نوم وړو دا ادعا ډېره ولس پاله او زړه سوانده مالومه شي خو فکر کوم دغه راز نظرونه سربېره پر دې چې د شرم وړ دي بلکې زموږ ولس او هېواد به نور هم د بدبختۍ په ډنډ کې لاهو کړي. دا څومره د شرم ځای دې چې د يو هېواد دولتي جوړښت چې د يوۀ ولس برخليک ورپورې اړه لري، د قومي جوړښت پر اساس رامنځته شي. همدا ناسم فکرونه ؤ چې موږ يې دې ځای ته راورسولو او اوس د دې هېواد کابو هر وګړي ته دا فکر پيدا شوی چې ددۀ د قوم څومره کسان په دولت کې ونډه لري؟ دا فکر ورسره نشته چې څومره د مغزو خاوندان او څومره پوه کسان چې وکولای شي کوم درد دوا کړي، واک ته رسېدلي دي؟ زه د ښاغلي کرزي د ادارې دفاع نه کوم ځکه زما په اند د اوسني دولت جوړښت هم د لياقت پر اساس نه دی ترسره شوی بلکې پېژندګلوي، قومي تړاوونه او ګوندي ملګرتوب ټول هغه عناصر دي چې اوس مهال د يو چارواکي د ټاکلو لپاره معيار ګڼل کيږي او همدا کړنلاره ده چې افغانستان يې تر اوسه د بدمرغۍ له کندې نه دی راايستلی بلکې نور يې هم په مردارو خځلو کې ښخ کړی دی. خو ايا ددې بدمرغۍ د له منځه وړلو لاره دا ده چې يواځې قومي انډول ته پام وکړو؟ که زه د يو پښتون په توګه په دې خو� �حاله شم چې ټولې دولتي ادارې د پښتنو په واک کې دي او دغه پښتانۀ بيا پخواني ټوپکسالاران او يا نور جنايت کاران وي، نو دا به زما ستر حماقت وي. دغسې يې د نورو قومونو درواخله، هوښيار هزاره بايد هېڅ وخت په دې خوښ نه شي چې د دۀ له قوم څخه که هر څوک او هر څه وي، واک ته ورسيږي او نه هغه تاجېک د عقل خاوند ګڼم چې خپل حق، واک ته د تاجېکانو ( که دی يې وپېژني او که نه) رسېدل وګڼي. هر افغان بايد دې ته زړه ښه کړي چې يو پوه او زړه سوانده افغان که د هر قوم يا مذهب وي، د چارو دنده پر غاړه واخلي. داسې پښتون به زه څه کړم چې واکمن دی خو پښتنو ته يې پرته له زيانه بل څه نه دي رسيدلي؟ داسې هزاره به د خپل قوم کوم درد دوا کړي چې د سياسي ګټو لپاره، يو ځل خپل قوم له بل چا سره په جګړې اخته کوي او بيا له همغه سره ائتلاف کوي؟ داسې تاجېک به څنګه وکړای شي خپل قوم ته ګټور وګرځي چې د سياسي موخو لپاره يې د خپلو تاجېکو وروڼو له ککريو غونډۍ جوړي کړي دي؟زه د خپل هېواد د ستر ټولنيز – سياسي جوړښت، يانې ولسي جرګې د عدلي او قضايي!!! کميسيون دغه نيوکه او رپوټ خپرول، په نړېواله کچه افغانستان ته د پزې پرې کېده او لوی شرم ګڼم. که چېرې دغۀ کميسيون ويلي وو چې ښاغلي کرزي پخپلې ادارې کې ناوړه کسان، تورن کسان، نا� �وستي کسان، او ...... راټول کړي، او موږ غواړو چې کارپوه کسان دې ددوی ځای ونيسي، نو ډېر به د وياړ ځای و. ملي يووا� �ی په دې نه ټينګيږي چې په يوۀ دفتر کې دې له لسو کارکوونکو څخه بايد څو يې پښتانۀ، څو يې تاجېکان، څو يې ..... وي بلکې دا لا ملي يووالی له منځه وړي، ځکه که چېرې دولتي جوړښت داسې وي، نو د ټولنې په ټولو جوړښتونو کې به همدا بېلګه په پام کې ونيول شي او ان سبا به خلک وايي چې په دې کوڅه کې دې بايد څو تاجېکان، څو پښتانۀ څو پشه يان او څو نو� �ستانيان وي! دخدای لپاره، څومره د شرم خبره ده. که چېرې يو قوم ډېر وګړي ولري نو خامخا يې وړ او پوه کسان هم د � �وم په پرتله زيات وي او کولای شي د خپل لياقت له لارې دې موخې ته ورسيږي. خو دا يو نه بخښونکی جنايت دی چې يو ناپوه او چادی سړی دې ددې لپاره چې خپل د قوم استازيتوب وکړي، يوې مهمې دندې وګومارل شي. اوسنۍ اداره لکه څنګه چې مخکې مې وويل، پر همدغو ناوړه بنسټونو ولاړه ده، مصلحتونه او جوړ جاړي هغه ستنې دي چې افغان حکومت پرې تکيه کړې او که چېرې ددې پر ځای چې دغه ناوړه کړنلاره اصلاح شي، نور هم دغه ستر فساد ته لمن ووهل شي، نو د افغانستان به ډېر ژر د نړۍ لرغوني تاريخ ته وروسپارل شي.   ",په دولتي ادارو کې قومي انډول يا د ولس تباهي؟ 4984,,"   يو طالب وياند ډاکتر حنيف ادعا کړې ده چې دننگرهار ولايت د خوګيانى په ولسوالۍ کې د يوې وسله والې نښتى پر مهال ٥ تنه دولتي پوليس وژل شوي دي . دکورنیو چارو وزارت درسنیو دفتر هم بینوا ویبپاڼې ته دبرید پخلی کړی خو دمرگ ژوبلې په اړه یې وویل چې پولیسو ته هیڅ زیان ندی رسیدلی. ",طالبان : ننگرهار کې ٥ دولتي پوليس وژل شوي 4985,," د افغانستان ددفاع وزارت چارواکو ويلي ، چې د افغان او ناټوځواکونو د ګډو فوځي عملياتو په بهير کې د هلمند په ګرشک، سنګين او نوزاد ولسواليو کې ٤٠ تن طالب جنګيالي مړه او ٢١ تنه نور نيول شوي دي . دفاع وزارت وايى يو اندازه وسله او مهمات هم د ځواکونو لاس ته ورغلې ده . ",دولت : هلمند کې ٤٠ تنه طالبان وژل شوي 4986,ميرويس جلالزې,"   رپوټونه د سيمي د پوليسو له قوله وايې د كندهار ولايت د ښځو د چارو رئيسه صفيه مشهوره په امه جانه نن سهار د اتو بجو په � �اوخواكې هغه وخت چې له كوره د كار په لور روانه وه د نا مالومو وسلوالو تر بريد لاندي راغله، چې د پوليسو په وينا دا پخپله وژل شوې او موټر چلونكى يې روغ رمټ دى. مېرمن صفيه د كندهار د اهل تشيع اوسېدونكو څخه وه، چي د ۵۵ كلونو په شاوخوا كي عمر يې درلود او له څلورو كلونو راپه دېخوا يې د كندهار ولايت د ښځو د چارو د رياست دنده ترسره كول.   ",د كندهار د ښځو د چارو رئيسه ووژل شوه 4987,,"   دخوست گردیز په لاره دخوست ولایت داسماعیل خیلو ولسوالۍ دمندوزیو په سیمه کې کې نن دوو ځان وژونکو پر امریکایي کاروان ځانمرگی برید کړی. داسم اعیل خیلو ولسوال ولي جان په خوست کې دبینوا ویبپاڼې همکار ته ویلي چې برید دوو ځانمرگو وکړ چې په ترڅ کې پخپله ځانمرگي وژل شوي او امریکایي ځواکونو ته مرگ ژوبله ند ه پیښه شوې. خو عیني شاهدانو په سیمه کې بینوا ویبپاڼې ته ویلي چې دوه تنه امریکایي سرتیري یې ټپیان لیدلي دوی وایي دامریکایانو موټر یې ویجاړ هم لید� �ی.  ",خوست کې ځانمرگی برید شوی. 4988,,"   دپکتیکا ولایت دجانخیلو ولسوالۍ پورې تړلې دغیرې رسمي ولسوالۍ شیخ الاباد ولسوال ادم خان تیره شپه دناپیژاندو وسلوالو په ډزو وژل شوی. دپکتیکا والي اکرم خپلواک بینوا ویبپاڼې ته دپیښې پخلی کړی او دا یې هم زیاته کړې چې ددغه ولایت په ولسوالیو کې یې پراخ عملیات ددې ولسوال تروژنې وروسته پیل کړي تر دم گړۍ یې نهه تنه شکمن نیولي ویل کیږي دادم خان ولسوال وژونکي به هم په دغو نیول شویو کې وي. ",پکتیکا کې دشیخ الاباد ولسوال وژل شوی. 4989,,"   درنو لوستونكو! بېنوا ویبپاڼې تل هڅه كړې چي د هيواد د بېلا بېلو سيمو، سيمنارونو، غونډو او مشاعرو د انځورونو په خپرولو د خپلو لوستونكو تنده ماته کړې، دا دی له دې وروسته هره اونۍ له بېنوا ويبپاڼي څخه په هيواد كي د نويو جوړو شويو ودانيو انځورونه وګورئ. "" رحیم گل څاروان"" دا د هيواد په پلازمېنه کابل کې د ((� �ام پاریس)) په نوم هوټل دی چې هر شپه د ودونو لپاره خلک ورمات وي دا هم په کابل کې دسیټي سنټر ماڼۍ انځورونه   ",له بېنوا ویبپاڼي هر ډول انځورونه وگورئ 4990,," طالب وياند ډاكټر محمدحنيف بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي د خوست په ننني ځانمرګي بريد كي ۱۳ تنه امريكايان وژل شوي او ۳ موټر يې ويجاړ شوي دي، نوم وړي بريد كوونكى سعيدالله معرفي كړ، خو د هغه د هويت په اړه يې څه نه وويل.دا په داسي حال كي ده چي د خوست د اسماعيل خېلو ولسوال بريدكوونكي دوه تنه ګڼي او وايي چي امريكايي سرتيرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.خو عيني شاهدانو بېنوا ويبپاڼي ته نن سهار ويلي وه چي دوه زخمي امريكايان او د هغوى ويجاړ موټر يې په خپلو سترګو ليدلى دى.ډاكټر حنيف د خوست ولايت په دومندو ولسوالۍ كي د سرحدي پوليسو د يوه موټر د الوزولو ادعا هم وكړه ده وويل چي د قومندان په شمول يې درې تنه پولس وژل شوي دي. خو د نوموړي د دې ادعا پخلى دولتي چارواكو نه دى كړ� �. ",طالبان: په ننني بريد كي ۱۳ امريكايان وژل شوي 4991,," ټول هغه هېوادوال او د دعوت مینه وال که غوښتې یې وي چې د دعوت وروستۍ ګڼه لاس ته راوړي نو تاسو یوازې د خپلې پوستي پتې په رالیږلو سره دا کار کولی شئ. خپ� �ه پوسته پته څومره ژر چې کیږي موږ ته راولیږۍ او د دعوت اداره به بې له ځنډه دعوت ستاسو په پته په وړیا(مفت) ډول درولیږي. تاسو چې د نړۍ په هر ګوټ کې یاست دعوت به مو په مخکې وي. نو همدا اوس موږ ته ولیکۍ، د سپتمبر د میا� �تې تر پایه دا کار شونی دی او بس. یادونه: یوازې وروستۍ ګڼه غوښتونکو ته لیږل کیږي که بیا څوک وغواړی چې دعوت په پر له پسې ډول ورولیږل شي نو دا کار یوازې د ګډون په صورت کې شونی دی او بیا ستاسو خپله خوښه ده چې په دعوت کې ګډون کوئ او که نه.  زموږ دبریښنا لیک یا ایمیل پته دا ده:  dawatnet@start.no د دعوت پوستي پته: Dawat P.O.Box. 289, 2001 Lillestrom, Norway www.dawatnet.com  ",دوروستي ځل له پاره ( دعوت ) مفت ترلاسه کړﺉ 4992,مېرويس جلالزى," د ميرويس جلالزي ليكنه   د روان ميلادي كال د سپټم بر د مياشتي په ۲۳ مه يوه مياشت وروسته له هغه د لومړي ځل لپاره يوې فرانسوي ورځپاڼي (ايسټ ريپبليكن) راپور خپور كړ، چي ويل كېږي اسامه بن لادن د ډيورنډ كرښي په قبايلي سيمو كې مړ شوى دى. دې راپور ته اوس هم د شك په سترګه كتل كېږي، ځكه دا راپور هم تر اوسه نيم ګړى ښكاري خو نيمګړتيا يې هغسي وژونكي هم نه ده، لكه د اسامه بن لادن ناروغي چي ښودل شوې ده. دا په دې معنى چې � �اپور تر اوسه كومي كوټلي سرچيني نه دى تاېيد كړى. ورځپاڼي دومره ويلي چي دوى د فرانسې د استخباراتي م امورينو څخه په نكل ويلاى شي چې بن لادن په يوه موسمي ناروغي (محرقې) له اخته كېدو وروسته له نړۍ سترګي پټي كړي دي.   د بن لادن پېژندنه: نوم : اسامه محمد بن لادن د زېږېدو كال:۱۹۵۷ د زېږېدني ځاى : سعودي عربستان مليت : عرب د ويښتانو رنګ: نصوا� �ي د بدن وزن: ۱۶۰ پونډ ونه: د ۶.۴ او ۶،۶ فيټو تر منځ ژبه : عربي او كېداى شې په پښتو هم خبري وكړي   اسامه او د ۲۰۰۱ كال دسپټمبر د يووليسمې پيښې: د امريكا د سوداګرۍ د نړيوال مركز په ودانۍ او د دفاع په وزارت له بريدو څو ساعته نه وو تېر شوي چي د بوش ادارې خبر وركړ كېداى شي د القاعدې ډلي مشر اسامه بن لادن د دې بريدو اصلي پلانوونكى وي. د امريكا د استخباراتي ادارې (سي، اى، اې) رئيس جورج تنيت وويل د دا ډول بريدونو توان يوازي بن لاډد لري او بس. د ۱۱سپټمبر د ورځي په نيمايې كي د امريكا د دفاع وزير كولن پاول وويل چي بريد كونكي دوى ته د جنګي دښمن حيثيت لري. د همدې ورځي په ورستيو كې د امريكا ولسم� �ر جورج ډبليو بوش وويل د امريكا دولت به د بريدكونكو او د هغو كسانو تر منځ چې دوى ته يې پناه وركړې وي هيڅ فرق ونكړي. د سپټمبر په ۱۲مه  د القاعدې ډلي د دي بريدو م سوليت په غاړه واخيست چې په ترڅ كې يې ۳۰۰۰ تنه وژل شوي وو.   آيا د اسامه مړېنه به يو استخباراتي مانور نه وي؟ د مصر د الاهرام د سياسي او ستراتيژكو څېړنو د مركز د اسلامي علومو كا� �پوه ديا رشوان وايې امريكا، فرانسه او سعو دي عربـستان د اسامه د مړېني د خبر په خپرولو سره غواړي د هغه د صحت او سلامتۍ په اړه ځان خبر كړي . نوموړى كارپوه په دې باور دى چې د پردې تر شا د اسختباراتي كړيو په منځ كې داسي ګنګوسې خبري شوې چي بن لادن دا ډېره موده ځكه پر ټلوېزيون نه دى راښكاره شوى چې كېداي شي يا خو له مينځه تللى وي او يا هم د هغه د مرګ راپورونه  نوموړى وهڅوي چي د خپ� �و پلويانو د اندېښنو د له منځه وړلو لپاره په يوه ويډيويې پيته كې راڅرګند شي. ښاغلى رشوان په دې باور دى چې د بن لادن له مړيني او ژوندي پاته كېدو څخه لوېديځوال او امريكايان ګټه اخلي هغه دا چې كه بن لادن مړ شوى وي، نو دا به د ترهګرو په وړاندي د نړيوالي ټولني لپاره يو ستر برى وي او كه ژوندى وي او په يوه ويډيويي پيته كې راڅرګند شې نو دا به امريكايانو او د هغوى متحدينو ته دا مالومات كره كړي چې نوموړى نه دى مړ، په داسي حال كې چې د هغه د مړيني په اړه لا له پخوا پټ شكونه پيدا شوي وو. خو د مصر د احرام د استراتيژيكو او سياسي څېړنو د مركز دا كار پوه يو بل نظر هم لري، هغه وايې كه بن لادن ډېر ژر په يوه تصويري پيته كې راڅرګند شې نو دا به د هغه پلويانو ته دا په ګوته كړې چې نوموړى ډېر پياوړى دى او په واقعي ډول د هغوى د يووالي او جهاد سمبول دى، ځكه د القاعدې ډېرى پلويان وروسته له هغه چې بن لادن له افغانستان څخه وتښتېد له هغه سره اړيكى نه لري بغير � �ه هغو جګپوړو مشرانو لكه ايمن الظواهري او داسي نور چې كله نا كله ورسره پر يوه كاسه � �وډۍ خوري. او د اسامه بن لادن د ژوندي حالت ثبوت به د هغه ناخبره بهرنيو او افغانو ملګرو ته نوې سا وركړي .   د بن لادن د مړېني تاثيرات د هغه د ډلي په  منځنې جوړښت كي: په سر كي به دا موضوع وڅېړو كه رښتيا هم بن لادن مړ شوى وي نو د هغه مړېنه به د هغه د پلويانو پر روانه مبارزه چې نړيوال ورته د تروريستي كړو وړو رنګ وركوي څه تاثير وكړي؟  آيا د هغه پلويان به له دې وروسته همغږي بريدونه ولري او كه به د بن لادن له مړيني سره د هغوى د مقاومت برج ونړېږي؟ سياسي مبصرين په دې باور دې وروسته له هغه چې په عراق كي د القاعدې د څانګي مشر ابومعصب الزرقاوي ووژل شو نو د هغه د مړېني په لومړيو ورځو كې ويل كېدل چې په عراق كې به د زرقاوي له مړيني سره د القاعدې د جنګيالو مقاومت هم مات شي خو وروسته هر څه بدل شوه. د زرقاوي له مړيني وروسته پر امريكايي سرتيرو او د هغوى پر كورنيو ملاتړ كونكو (عراقي سرتيرو او پوځيانو) بريدونه نور هم شديد شول او هره ورځ خبرونه تر لاسه كېږي چې پر امريكايي او يا د عراق پر كورنيو سرتېرو غلچكي او وژونكي ګوزا� �ونه كېږي . كارپوهان وايې كه بن لادن له منځه هم تللى وې نو د هغه د پلويانو مقاومت به ځكه مات نشي چې د بن لادن او د هغه د پلويانو جګړه د دوى په نزد ايډيالوژيكه جګړه ده او د اسامه بن لادن پر ځاى په لسګونو نور اسامه ګان لا پخوا روزل شوي او ټاكل شوي دي چې د بن لادن احتمالي  تشه ډكه كړي.   د اسامه مړېنه او د القاعده � �لي اقتصادي كمزورتيا: د اقتصادي چارو ماهرين وايې د القاعدې ډلي په لومړي سر كې ډېري محدودي اكمالاتي سرچېني لرلې. هغه دا چې د دې ډلي ډېرى پوځي لګښتونه د اسامه بن لادن له شخصي شتمنيو تمويلېدل. د بن لادن پلار چې تر لسو ډېري ښځي يې درلوردې د خپل هيواد له شتمنو كسانو شمېرل كېدئ. هغه د عربي متحده اماراتو په دوبۍ، شارجه او ابوظبۍ  ښارونو كې د غوړو، صابون، ساعتونو او كپړو ستري فابريكې لر� �ې. خو كله چې د اسامه پلار لادن مړ شو نو په دې چې اسامه د پلار په ژوند كي پر هغه ډېر ګران وو نو هر څه د اسامه لاس ته ورغله او سكنيو او ناسكه وروڼو يې هم په ده اعتبار وكړ. بن لادن ته له خپل پلار څخه په پاتي شوي ميراث كې د مېلونونو امريكايي ډالرو سهم ورسېد. د القاعدې ډلي د ما� �ي لګښتو لپاره خو په سركې همدا پيسي مصرفېدې، حال دا چې له همدې پيسو خو يو ځل په افغانستان كې د ملا محمدعمر په م� �ري له حكومت سره هم مرسته كېده. خو كله چې د بوش ادارې د بن لادن د شتمنيو د كنګلولو لړۍ پيل كړه د القاعدې ډلي س� �ه د تړاو په تور د نړۍ په ګوټ_ ګوټ كې ځيني بانكي څانګې كنګل شوې او حسابونه يې د امريكا په مشوره ضبت شول. د ال� �اعدې شبكې كړه وړه د هغوى د شتمنيو له كنګلېدو سره هم ونه درېدل. وروسته له هغه چې امريكا پر عراق بريد وكړ نو دې كار د ځينو اسلامي هيوادو غبرګون راوپاراوه او ويل كېږي چې د اېران په ګډون سو� �يه، سعودي عربستان، ليبيا او له غير اسلامي هيوادو شمالي كوريا، چين، او وينزويلا له القاعده ډلي سره د پردې تر شا مالي مرستي پيل كړې او په دې حالت كې نو د القاعده ډلي د لګښتونو لپاره پوره پيسي موجودي شوې. دې كار د اسامه بن لادن په مشرۍ د القاعده ډلي زړه ته لا تازه وينه پمپ كړه او هغوى ته يې لا ښه موكه وركړه. خو ځيني سياسي شنونكې په دې باور دې چې كه چيرته رښتيا هم اسامه بن لادن مړ شوى وي نو كېداى شې چې د يوې لنډي مودې لپاره القاعده شبكه له مالي ناسم سمكيو سره مخ شې او د يوې لنډي مودې په تېرېدو به بيرته عادي حا� �ت ته راوګرځي. او د هغه له مړيني سره به  د القاعده ډلي په اقتصادي اړخ هيڅ منفي اغېزه سيورى خپور نكړي ځكه چې د نړۍ د ډيرو مسلمانانو عقيدې د يوې او بلي ورځي په تېرېدو د غربيانو او ام� �يكايانو په وړاندي بدلېږي او كېداى شې چې يوه ورځ د نړۍ ډېر اسلامي هيوادونه په مستقيم او غير مستقيم ډول له ال� �اعدې ډلي سره سريښ شې امكان لري چې په هغه ورځ بن لادن ژوندى وي او يا هم نه وي خو په زرګونو اسامه ګان به د نړۍ � �ه بېلابېلو هيوادو وزېږي او د القاعده ډلې ته به نور قوت هم ورپه برخه كړي.   د بن لادن د مړيني اغېزه پر افغانستان، سيمي او نړۍ: د سياسي چارو ځيني افغان ماهرين وايې كه ريښتيا هم بن لادن مړ شوى وي او د فرانسوي ريپبليكن ورځپاڼې د سپټمبر د ۲۳مي ګڼي خبر رښتينى وې نو د هغه مړېنه به له سياسي اړخه كه څه هم تصادفې پېښه وي، خو د امريكا او د تروريزم په وړاندي د هغې د متحدينو لپاره يوه ستره بريا ګڼل كېداى شي. هغه دا چې د جګړې پر مهال د دښمن مړېنه كه قصدي وي او يا هم تصادفې نو خامخا د جګړې مقابل لوري ته ځواك و� �بخښي. بن لادن چې ويل كېږي د القاعدې ډلي د نړيوالي شبكې د ټولو پلانونو د طراحينو د ډلي د سر سړى وو، نو خامخا كه ده ته له فزيكي او دماغي اړخه زيان ورسېږي او يا هم له منځه تللى وي نو د هغه نه موجوديت به ظاهراً � �ېر تريخ وڅكېږي. سياسي كارپوهان وايې چې كه د القاعدې شبكې ته د يو موټر فكر وكړو نو بن لادن د دې موټر � �ېزلمپ دى، ځكه هغه ډېر اغېزمن رول لري كه چيرته د هغه په سرعت او اغېزمنتوب كې كمى راشي نو د دې ماشين د نورو پ� �زو اغېزمنتوب ته به هم د نيوكې ګوته ونيول شي. نو د اسامه بن لادن مړېنه به هم د دې سبب شې چې د القاعدې ډلي د پلويانو اړيكى د نړۍ په بېلابېلو سيمو كې سره وشلوي او په ځينو برخو كې به دا  اړيكى د هيوادونو د استخباراتي څانګو له خوا وموندل شي. كارپوهان وايې نړيوال او په خاصه بيا هغه هيوادونه چې د اسامه بن لادن د نيولو په لټه كې دې كولاى شې چې له دې تشې خورا اغېزمنه ګټه پورته كړي. خو د وخت په تېريدو سره به د اسامه بن لادن پر ځاى كېداى شي بل كس وګمارل شي شايدايمن الظواهري ته به د دې ډلي مشري و� �په غاړه شې ځكه هغه په روان حال كې د القاعدې ډلي د فكرمندو ماغزو په نامه نومول شوى او د دې ډلي لومړى مرستيال او د با اعتبارو كسانو څخه دى.   اسامه بن لادن او افغانستان : په خټه عرب اسامه د لادن زوى د ۸۰ مي لسيزي پر مهال د پخواني شوري د يرغل په وړاندي د م جاهدينو د مالي مرستو د ډلي د يو سمبالونكي په توګه پاتي شوى دى. په ۱۹۹۲ كال كې كله چې م جاهدينو د كابل رژيم مات او د واك ګدۍ ته ورسېدل اسامه بن لادن ترې تم شو. د پخواني شوري په وړاندي د مجاهدينو ملاتړو خو له لومړيو ورځو د امريكا د متحده ايالتونو له خوا كېدل نو اسامه بن لادن هم په همغه وخت كې د امريكا يو له ډېرو با اعتبارو كسانو څڅه وو، ځكه نوموړى د مالي مرستو د انتظاميانو له ډلي څخه وو. خو كله چې په سعودي عربستان كې د امريكا پوځونه پلي شول اسامه بن لادن چې همغه وخت په خپل پلارني وطن كې وو د ام� �يكا دې كار يې غوسه راوپاروله او له همغي شېبې يې د امريكايانو په وړاندي جهاد اعلان كړ. بن لادن چې د دوهم ځل لپاره افغانستان ته راغئ په دې وخت كې طالبانو د دې هيواد په څه باندي۹۰ فيصده خاوره كنترول درلود. بن لادن له ډېرو فشارو سره_سره په افغانستان كې د خپل اقامت دوره په ډېره خوښي پاى ته ورسوله هغه د طالبانو د واكمنۍ پر مهال د طالب حكومت د رسمي مېلمه حيثيت خپل كړى وو، وروسته له هغه له خپلو افغان ملګرو ملا محمدعمر او نورو سره ترې تم شو چې امريكايي قواوو په ۲۰۰۱ كال كې پر افغانستان بريد وكړ. د ۲۰۰۱ ميلادي كال په وروستيو كې كله چې امريكايي قواووي  او د هغوى افغان متحدين پر افغانستان واكمن شول نو داسي انګېرل كېده چې بن لادن او د هغه ځيني ملګري د افغانستان په ختيځ توره بوره غرنۍ سيمه كې پټ دي. امريكايي بم غورځونكو الوتكو د توري بوري پر غرو له درندو بمباريو وروسته دا وموندله چې كه پلي هلته ورشي نو له كوم جدي خطر سره به مخامخ نشي . همدا وو چې امريكايي سرتيري او د افغانستان په ختيځ كې د جهادي مشر حضرت علي پلويان د توري بوري سيمي ته ورغلل او د ال� �اعدې د غړو لټون يې په سمڅو كې پيل كړ. ويل كيږي چې امريكايي قواوو په همدې سمڅو كې زهرجن ګازونه په دې م نظور وشنيدل چې كېداى شي د القاعدي پلويان او د هغوى مشر اسامه پرې له منځه ولاړ شي خو له دې عملياتو لنډه موده تېره وه چې روښانه شوه بن لادن په دې غرونو كې ميشت نه وو، بلكي د افغانستان او پاكستان له اوسني سرحد څخه د پاكستان قبايلي سيمو ته اوښتى وو. د توري بوري په دې سمڅو كې په لسګونو عرب جنګيالي او د هغوى كوچنيان او ښځي د امريكايي سرتېرو او د هغوى د افغان پلويانو له خوا ووژل شول. كه څه هم ځيني كوټلو استخباراتي څانګو وويل چي اسامه له افغانستانه وتلى دى، خو امريكايي قواوو او د هغوى افغان متحدينو په دې بسنه ونكړه او د افغانستان په خاوره كې يې په هغه پسي لټون پيل كړ. د ۲۰۰۱ كال وروستۍ شپې او ورځي وې چي ام ريكايي هوايي قواوو د شپې پر مهال د طالبانو يو كتار په سويل ختيځ افغانستان كې تر بريد � �اندي ونيو. سهار چې كله امريكايي سرتيري سيمي ته ورسېدل په سر كي يو ځل بيا داسي ګنګوسې خپرې شوې چي بن لادن په همدې بريد كې وژل شوى، امريكايي سرتېرو د بريد له سيمي د مړو د بدنونو غړي را ټول او د (ډي، ان ، اې) ټيسټ لپاره يې كاناډا ته واستول، خو د نتيجو تر اعلانېدو وروسته مالومه شوه چي بن لادن په دې كتار كي نه وو. د اسامه بن لادن د لټون عمليات له همغي ورځي راهيسي روان دې خو د ده څرك تر اوسه نه دى لګېدل� �. كله نا كله خو نوموړى په ويډيويي پيتو كې هم راښكاره شي چې له عربي الجزيره ټلوېزيون څخه خپريږ ي، له تېرو دوو كلونو راهيسي خو د بن لادن كوم تصويري پيغام هم نه ووخپور شوى، خو په دې ورستيو كې يې يو پيغام چې پكې په عراق كې د القاعدې د څانګي وژل شوي مشر ابومعصب الزرقاوي ته د زمري لقب وركړل � �وى وو د خپراوي ډګر ته راووت. بن لادن په دې لنډ ويډيويي پيغام كې د نړۍ پر مسلمانانو غږ وكړ چي د هغه په وينا د صليبيانو په وړاندي جګړې ته سره يو شي. خو فرانسوي ( لي ايس ريپبليكن) ورځپاڼي له فرانسوي استخباراتي څانګو په نكل دا هم ويلي چې بن لادن د اګست ميلادي مياشتې په ۲۳ مه د پاكستان په خاوره كې مړ شوى. په تېر اګست عيسوي مياشت كې د اسامه بن لادن د احتمالي پټن ځايونو په اصلي مقر يعني شمالي وزيرستان كې د طالبانو او پاكستاني دولت ترمنځ يو مهم تړون لاسليك شو، كېداى شې چې د همدې تړون تر شا هم ځيني رازونه پټ وي. كه دې تړون ته نظر واچول شي طالبانو او قبايلي اسلام پالو چې ډيرى يې ځان د ال� �اعدې ډلي پلويان بولي په وار_وار دا ويلي چې د پاكستان د پوځ او په افغانستان كې د حامد كرزي د دولت او د بهرنيو سرتېرو په وړاندي به جهاد ته تر هغه دوام وركړي چې يا خپل هدف ته ورسېږي او يا شهيدان شي. دلته نو پوښتنه پيدا كېږي چې طالبانو او قبايلي سړو ولي دا تړون، د كومي موخي لپاره د پاكستان له دولت سره لاسليك كړ؟ آيا هغوى نور د مقابلې توان نلري؟ او كه غواړي شمالي وزيرستان په طالبستان بدل كړي او له هغه ځايه په خوندي او آرامه توګه په افغانستان كې خپل بريدونه پلان كړي؟ څه موده وړاندي په افغانستان كي د طا� �بانو واكمن ملا محمدعمر خبر وركړ چې دى څه موده وړاندي خپله شمالي وزيرستان ته تللى وو او هلته يې له خپلو پ� �ويانو سره خوله په خوله خبري وكړې، چې څرنګه كولاى شې په شمالي وزيرستان كې د پاكستان له دولت سره توافق وكړي تر څو پوځ پر دوى او دوى پر پاكستاني پوځ بريدونه ودروي. پوښتنه دلته راپورته كېږي چې نو آيا ملا مح مدعمر د همدې تړون په خاطر شمالي وزيرستان ته سفر كړى او كه كوم بل هدف به يې هم درلودئ؟ د ملاعمر دا خبره هم د بن لادن له مړيني سره څه نا څه اړيكى لري. ګومان كېږي چې ملا محمدعمر به د اسامه بن لادن د مړېني په م� �اسمو كې د ګډون لپاره دې سيمي ته تللى وو، خو دا خبر هم تر هغه نه شي تايېد كېداى چي د بن لادن د مړېني خبر تايېد نه شي.   د اسامه بن لادن مړېنه او د نړۍ د لوړ رتبه چارواكو غبرګونونه : حامد كرزى: كه رښتيا هم اسامه بن لادن مړ شوى وي، نو دا ما او د افغانستان خلكو ته يو ستر زېرۍ دى، خو تر هغه چې دا خبر تايېد نشي دا يو ګونګسه ده او بس! د سعودي عربـستان د كورنيو چارو وزارت وياند منصور التركي وايې موږ د اسامه بن لادن د مړېني په اړه تحقيق كوو خو ګومان نه كېږي چې هغه دي مړ وي. كاندوليزارايس:  زه د همداسي يوې ورځي د رارسېدو شېبې شمېرم چې د اسامه بن لادن په مړېنه خبره شم، خو اوس نورو مالوماتو ته سترګي په لاره يم! د سپيني ماڼۍ وياند: د دې فرانسوي ورځپاڼي راپور نشو تايېدولاى! ژاك شيراك د فرانسي ولسمشر: د خپل هيواد د هغي ورځپاڼي د راپور يو كاپي مې لاسته رارسېدلې ده، دا راپور مې له سره تر پايه ولوست، خو تبصره نشم پر كولاى، مګر له استخباراتي څانګو څخه مې غوښتنه كړې چې څرنګه دوى خپل مالومات له رسنيو سره ش� �يك كړي؟ د امريكا د انتل په نامه يوه استخباراتي ډله چې د تروريستي كړو وړو په اړه څېړني كوې وايې چې كه رښتيا هم د القاعدې ترويستي ډلي مشر اسامه بن لادن مړ شوى واى، نو خامخا به د القاعدې ډلي د هغه د م ړېني خبر خپور كړى واى! د امريكا پخوانى ولشمر بيل كلنټن هم د اسامه د مړېني د خبر په اړه غبرګون ښوولى هغه ويلي چي د خپل ماموريت پر مهال يې ډيري هڅي وكړې چي اسامه بن لادن ووژني، خو دى خپل دې آرمان ته ونه � �سېد. كلنټن ويل چې دى يو ځل دې ته ډېر نيژدې شوى وو چي اسامه بن لادن ووژني خو كله چې دوى عمليات پيل كړل بن لادن له خپله ځايه تښتېدلى وو. ",د اسامه بن لادن احتمالي مړېنه او د هغه تاثيرات 4993,عبدالله احسان," عاشق الله غريب - جرم ني د هيواد له تکړه سناريست او ډايرکټر واحدنظري سره دشمشاد تلويزيون په اړه م� �که واحدنظري داسي يو نوم دﺉ چي هر هغه څوک چي دافغانستان د سېنما او تياتر سره څه ناڅ ه شناخت ولري هغه به يې هرو مرو وپېژني او يا به يې لږ تر لږه ددوﺉ نوم اورېدلی وي . ياپه بل عبارت هر هغه چاچي د کونډي زوی فلم ليدلی وي نو هغه د واحدنظري له نوم اوهنر سره اشناسوی دی ځکه دکونډي زوی فلم ښاغلي واح دنظري ( ډايرکټ ) لارښوونه کړﺉ کړﺉ و. ښاغلی واحدنظري د څو کالو راهيسي دخپلي کورنۍ سره په جرمني کي مېشت دی، يو شمېر فلمونه يې ليکلي او ډايرکټ کړي دي چي تر ټولو وروستی فلم يې د ( هجرت ) په نوم فلم و  په ۲۰۰۳ ميلادي کال کي په هالنډ کي پيل او په د۲۰۰۴ په وروستيو کي پای ته ورسېدﺉ ، دهجرت فلم سناريوليکنه اودفلم ډايرک� �ن يالارښوونه دواړه د ښاغلي نظري له خوا ترسره سوې وه  . ښاغلی واحدنظري څه موده په کابل کي د ارياناتلويزيون دمشر په توګه او  اوس ديوه بل نوي جوړسوي تلويزيوني چينل (شمشادتلويزيون ) د مشر په توګه دنده ترسره کوي . دبېنواويبپاڼي دجرمني همکار ښاغلي عاشق الله غريب له ښاغلي واحدنظري سره د ( شمشادتلويزيون ) په اړه مرکه کړې راځی له نظري صاحب څخه يې واورو چي شمشادتلويزيون څه ښېګڼي لري . او کله به په ټوله نړۍ کي د سټيلايت په مرسته د ليدلو جوګه سي . له واحدنظري سره دبېنواويبپاني مرکه له دې ځايه واو� �ﺉ   دښاغلي واحدنظري ژوندليک له دې ځايه ولولی      ",دشمشادتلويزيون له مشر ښاغلي واحدنظري سره مرکه 4994,," ", 4995,," ", 4996,," ", 4997,," ", 4998,," افغانستان کې د امريکا د فوځ په يوه خپره شوې پاڼه کې ويل شوي ، چې ځواکونو يې پرون د يوې وسله والې نښتى پر مهال د پکتيکا په شرنه کې لس تنه طالب جنګيالي وژلى دي . پاڼه وايى په بريد کې له هوايى ځواک څخه کار اخستل شوي او ٥ تنه وسله وال طالبان په تښته بريالي شويدي . ",امريکا : ١٠ تنه طالب جنګيالي پکتيکا کې وژل شوي 4999,," ", 5000,," د کاپيسا والى له بينوا سره ومنله چې په يو وسله وال بريد کې ٢تنه وسله وال مړه او ٤ تنه نور ټپيان شوي دي . د والى په وينانښته هغه مهال نن رامينځ ته شوه چې د بيا� �غاونې د ډلې ځواکونه چې د محمود راقي د سړک جوړولو له کار څخه يې ليدنه کوله تر يو وسله وال بريد لاندې راغلل .دده په وينا په بريد کې د ائيتلاف ځواکونو ته زيان نه دي رسيدلى . ",کاپيسا کې ٢ تنه وسله وال وژل شوي 5001,ميرويس جلالزى," د كابل د امنيه قومانداني د جنايې جرمنو په وړاندي د مبارزي م دير علي شاه پكتيا وال وويل چاودنه نن سهار د كابل د چهار اسياب د ولسوالي د سنګ نوشته په سيمه كې هغه وخت رام نځ ته شوه كله چې د يو پله لاندي ځاي پر ځاي شوي ريموټ كنټرول ماين وچاوديد . په دي پيښه كې ۵ تنه افغانان ژوبل شوي دي . له بلي خوا عيني شاهدانو وويل چي دچاودني پر وخت د ناټو ځواكونو يو كتار له سيمي د تيريدو په حال كې وو چي د هغوي يو ټانګ هم په چاودنه كې په بشپړه توګه له مينځه تللي . د سوله ساتي ځواك سرتيرو ته د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه ندي ويل شوي. ",په كابل كې چاودنه وشوه 5002,," ", 5003,,"   بینوا ویبپاڼې ته دایساف له لورې په راغلې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ دارزگان ددیهراود په ولسوالۍ کې ٢٠ طالب جنگیالي هغه مهال ووژل شول کله چې ددې ځواکونو کاروان تر برید لاندې راغی خبرپاڼه دا هم لیکي چې دوه دائتلاف او اوه دملي اردو سرتیري هم په پیښه کې ټپیان شوي. ",په ارزگان کې ٢٠ طالبان وژل شوي. 5004,," ", 5005,ميرويس جلالزې," د خوست په ولايت كې د ايتلافې ځواكونو په كاروان هغه م هال بريد وشو چې دا ځواكونه له سيمي څخه د تېريدو په حال كې وو. د خوست د امنيه قوماندانۍ سرپرست آمر زيارت ګل منګل وايې په دې ځانمرګي بريد كې يوازي بريد كوونكى وژل شوى، ايتلافي قواوو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.خو د طا� �بانو وياند ډاكټر محمدحنيف بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي دا ځانمرګى بريد نه بلكي د ريموټ كنټرول بم وو چي د ده په وينا ۸ افغان سرتيري يې ووژل. ",په خوست ولايت كې چاودنه وشوه 5006,," درې لوړ پوړي چارواكي د كورنيو چارو وزير ضراراحمد مقبل، د ملي دفاع وزير سترجنرال عبدالرحيم وردګ او د ملي امنيت رئيس امرالله صالح نن د ولسي جرګې د دفاعي او امنيتي چارو د كمېسون له پوښتنو سره مخ دي.دا په داسي حال كي ده چي په دې وروستيو څو مياشتو كي د ټول هيواد په كچه د بې امنيو كچه لوړه شوې او پر نوموړو وزيرانو د ولسي جرګې د وكيلانو نيوكي شروع دي. ويل كېږي چي كه نن ياد شوي چارواكي د ولسي جرګې د وكيلانو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونه ونه وايي ښايي بله غونډه يې د استيضاح وي او وكيلان به دوهم وار د اعتماد رايه وركوي. ",درې لوړ پوړي چارواكي ولسي جرګې ته بلل شوي دي 5007,,"   بینوا و یبپاڼې ته د ایساف له خوا راغلې خبرپاڼه لیکي چې د کابل ښار په لویدیځ کې د چهاراسیاب ولسوالۍ د خیرابادپه سیمه کې د يوې چاودنې له امله چې نن سهار اته بجې رامنځته شوه د ایساف یو سرتېری وژل شوی دى، دوی ليكي په پېښه كي یو ماشوم هم وژل شوی دى. بل پلو ته طالب وياند ډاكټر محمدحنيف بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي په دې چاودنه كي يې د آيساف ځواكونو ۵ اېټالوي سرتېري وژلي او يو موټر يې ويجاړ كړى دى. خو ایساف ځواكونه د � �اكټر حنيف خبره ردوي او وايي چي پنځه سرتیري مړه نه بلكي ټپیان دي، چي د دوى په وينا پنځه لارويان هم ټپیان شوي دي. ",د کابل په نننۍ چاودنه کې د ایساف یو سرتیری وژل شوی 5008,,"   دخوست ولایت امنیتي چارواکو په سیمه کې دبینوا ویبپاڼې همکار ته ویلي چې تیره شپه درې توغندي دامریکایي ځواکونو په مرکز ویشتل شوي چې دمرگ ژوبلې په اړه لاڅه ندي ویل شوي. خو دسیمې خلکو بیا بینوا ویبپاڼې ته ویلي چې دا توغندي ددوی په کروندو ځمکو کې پریوتي. ",خوست کې دامریکایانوپه مرکز توغندي توغیدلي. 5009,,"  نن ورځ دتلې په ۴ نېټه سهاروختي دخوست ولايت دنو� �وزيوپه سيمه كې يوځانمرګى چې غوښتل يې داېتلافي ځواكونو دموټرو پرقطاربريدوكړي دنوموړوځواكونولخوامخكې له ب� �يدكولوپه توپك وويشتل شو،دعيني شاهدانو له قوله ،نوموړي ځانمرګي ته له ويشتلوسره سم هغه چاديدونكي توكي چې په ځان پورې يې تړلي ؤ هم وروچاوديدل ،پدې پېښه كې يواځې ځانمرګى وژل شوى نورچاته كوم تاوان ندى رسېدلى . له يادشوى بريد نېږدې يوساعت وروسته په خوست كې دمېشتواېتلافي قواوودهستوګنې ځاى (بېس) ترڅنګ داېتلافي ځواكونودموټروپرقطارځانمرګى بريدترسره شو،پدې بريدكې هم يوازې ځانمرګى وژل شوى نورچاته كوم تاوان ندى رسيدلى . داپه داسې حال كې ده چې تېره ورځ هم دخوست ولايت مندوزيوولسواليوپه مربوطاتوكې يوځانمرګى بريد ترسره � �وچې له امله يې دوه تنه پوليس وژل شوي اوشپاړس تنه نورټپيان شول  . ",په خوست كې ځانمرګي بريدونه . 5010,," طالب وياند ډاكټر محمدحنيف بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي نن يې د كنړ ولايت د ماڼوګي ولسوالۍ په ترړه سيمه كي له ا مريكايانو سره په مخامخ جګړه كي چي يو ساعت يې دوام وكړ، څلور امريكايي سرتيري وژلي او دوه موټره يې ويجاړ كړي دي، نوموړي د يوه طالب سرتيري د وژل كېدو خبره هم وكړه.ډاكټر حنيف زياته كړه چي تېره شپه لس بجې ايتلافي ځواكونو د نورستان ولايت په ارنز سيمه كي د طالبانو په نامه پر ولسي خلكو بمبار وكړ چي د ده په وينا تر شلو ډېر ملكي كسان يې په شهادت ورسول، چي اته ښځي او دوه ما� �ومان هم پكښي شامل دي. خو د نوموړي د دواړو ادعاوو پخلى نه تر اوسه دولت كړى او نه هم كومي خپلواكي سرچينې په دې اړه څه ويلي دي. ",طالبان: په كنړ كي ۴ امريكايان وژل شوي 5011,," راپورونه وايې چاودنه نن سهار د هلم ند ولايت ماڼۍ ته څرمه هغه وخت رامنځته شوه چې يو ځانمرګي بريد كونكي خپل بمونه د خلكو په منځ كې والوزو� �.د هلمند د والي وياند محي الدين خبري رسنيو ته وويل بريد كوونكي غوښتل د ولايت مقام ته ننوزي، خو ولايت ته پر ننوتو و نه توانېدئ او د خلګو په ګڼه ګوڼه كي يې ځان والوزاوه.د چارواكو په وينا په بريد كي د يوې سوالګري په گډون ۱۸ كسه وژل شوي او ۱۷ تنه ټپيان دي، خو د روغتون د ډاكټرانو په وينا ښايي د قربانيانو شمېر نور هم اوچت شي.طالب وياند ډاكټر حنيف بېنوا ويبپاڼي ته وويل بريد يې د بهرنيو او افغان ځواكونو په يوه كاروان كي كړى دى، چي د ده په وينا ۶ بهرني او ۸ كسه افغان سرتيري يې ووژل. نوموړي بريد كوونكى سيف الله معرفي كړ.دا په داسي حال كي ده چي الجزيره عربي ټلوېزيون د نننۍ چاودني د قربانيانو عكاسي خپره كړه، خو د بهرنيانو پر ځاى د افغانانو م ړي پراته وو، چي د هلمند د چارواكو په وينا ټول هغه حاجيان وه چي د ولايت مخته د نوم ليكلو لپاره ولاړ وه. ",د هلمند خونړۍ چاودني ۱۸ كسان مړه او ۱۷ ټپيان كړل 5012,د حميد الله شېراني ژباړه," د حميد الله شېراني ژباړه  په تېر پسي ::::  لكه څنګه، چې د اوبو هغه قوه، چې “شيان پر سر وړي” د ا� �شمېدس له څرګندونو څخه وړاندې وجود درلود، دا ډول، د شيانو پر ځمكه د راپريوتو ځانګړتيا د نيوټن د جاذبې له � �انون څخه پخوا موجوده وه.   فزيكپوه هينرچ هرت (Hienrich Herzt) وايي موږ داسې احساسوو، چې تر اوسه د رياضي ټول څرګند شوي فورمولونه زموږ له راسپړلو پرته په آزاده توګه موجود دي. راته معلومه ده، چې دا فورمولونه زموږ له څېړنو څخه پخوا هم وجود درلود، خو موږ يې ځاى نشو ټاكلاى. يو رياضي پوه رډي ركر (Rudy Rucker) پدې نظر دى، چې له طبيعي يا مادي ځايه پرته يو فكري يا ذهني ځاى هم شته، چې هغه يې عقلي ځاى بولي او رياضي پوهان يې په اړه مطالعې كوي.   ډېرى نوميالي رياضي پوهان د اپلاتون د نظريې پلويان دي. كرټ ګوډل (Kurt Gödel) له دوى څخه يو دى، له كرټ ګوډل څخه مخكې دا په عمومي توګه يوه منل شوې نظريه وه، چې رياضي د انسان د فكر څخه راوتې يوه عملي پديده ده، چې د منطقي فوانيو له يوې ټولګې جوړ دى. دغه منطقي قوانين د سمبولونو په دوو سېټونو كې ځاى پر ځاى شوي. ګوډل ډېر ښه وايي، چې اكثره داسې سمې رياضيكي افادې شته، خو سمتوب يې تل ندى ثابت شوى. بل اپلاتوني رياضي پوه راجر پېنروز (Roger Penrose) پدې عقيده دى، چې د رياضي پوهانو له وسې بهر په رياضيكي مفكورو كې ځلانده حقايق موجود دي. بشري فكر دې ته اړ دى، چې پدې ابدي حقايقو كې وغوړيږي او ويې شني او بايد د رياضي د حقايقو په څېر زموږ هر يو په وسيله څرګند شي. پېنروز د خپلې دعوې د اثبات لپاره مركب اعداد يادوي. د ده په وړاندې په مركبو اعدادو كې تل ځلانده حقايق موجود دي. پېنروز د Mandelbrot سېټ د خپلې دعوې د بل ثبوت په توګه وړاندې كوي. دغه سېټ داسې حقايق په ډاګه كوي، چې حتى د غرونو او ورېځو ليكې، پېچومي او جوړښتونه (بڼې) ټول د ځينو رياضيكي افادو په اساس جوړ شوي وو يا دي.   ګلونه څه راڅرګندوي؟  تقريبا ټولو به د فېبوناسي د لړۍ په اړه اورېدلي وي، دا لړۍ چې د نوميالي فزيكپوه ليونارډو فېبوناسي (Leonardo Fibonacci) نامه ته منسوبه ده، له داسې اعدادو تشكيليږي لكه ۱، ۱، ۲، ۳، ۵، ۸، ۱۳، ۲۱، ۳۴، ۵۵، ۸۹، ۱� �۴ ... . ومو وليدل، چې ددغې لړۍ هر عدد د دوو پخوانيو اعدادو په جمعه كولو سره منځته راځي، مثلاً ۱ او ۱ د ۲ برابر دي، ۱ او ۲ د ۳ برابر دي، ۲ او ۳ د ۵ برابر دي، ۳ او ۵ د ۸ برابر دي او داسې نور. دا هغه لړۍ ده، چې په طبيعت كې پيدا كيږي، د بېلګې په توګه كه موږ د لمرمخي (آفتاب پرست ګل) د زړي دايرې وشمېرو، نو راته معلومه به شي، چې هغه زړى، چې په كيڼه خوا كې ترتيب شوى ۵۵ دى او هغه، چې په ښۍ خوا كې ترتيب شوى ۸۹ دى. دغه دواړه عددونه د فيبوناسي په لړۍ كې پ� �له پسې موجود دي، دغه حساب و كتاب د لمرمخي په غټوالي يا كوچنيوالي پورې اړه لري، كېداى شي ۳۴ او ۵۵ عددونه په كوچنيو ګلانو كې راڅرګند شي. او ۵۵ او ۸۹ عددونه په نورمالو ګلانو كې وګورو. خو تل هغه اعداد راڅرګنديږي، چې د فېبوناسي په لړۍ كې موجود وي. د زڼغوزي په غوټه كې دايرې پر ۵ او ۸ ترتيب شوي دي، له همداسې يو برابرښت سره موږ د تمباكو په پاڼو كې هم مخ كيږو. يو بل ډېر په زړه پورې خاصيت د ګلانو د پاڼو شمېر دى، د زمبق ګل درې پاڼې لري، ژېړ ګ� �ى ۵، بخملي ګل ۱۳، داوودي ګل يا خو ۳۴ پاڼې، ۵۵ پاڼې او يا هم ۸۹ لري. د داوودي ګل د پاڼو دغه جلا جلا شمېر دده په ځانګړې كورنۍ پورې اړه لري.   نو لدې څېړنې وروسته دا پوښته پيدا كيږي، چې آيا ممكنه ده موږ داسې حي� �انوونكى ترتيب يو خپلسرى يا اتفاقي كار وګڼو يا يې هم ناپوه طبيعت ته منسوب كړو؟ كه د لمرمخي يا د زڼغوزي د غوټي د پاڼو يا دايرو شمېر ددوى DNA (Deoxyribonucleic Acid) معلوموي، نو تاسې ددوى مطابقت د فېبوناسي له لړۍ سره څنګه بيانوئ؟ د فېبوناسي په لړۍ كې د پرله پسې عددونو تناسب هغه تناسب ته ډېر ورنږدې دى، چې “سره زرين” (طلايي) تناسب بلل كيږي او كلاسيك هنر (art) “سره زرين تناسب” داسې تعريفوي، چې دا هغه تناسب دى، چې د انسان پر سترګو تر ټولو خوږ لګيږي. نو ددغه حيرانووكي حقيقت، د څرګندولو لپاره تاسې بايد يا خو دا ومنئ، چې ګلونه پدې پوهېږي، د انسان پر سترګو د ګلانو د پاڼو كوم تناسب ترټولو خوږ لګيږي. او يا هم دا چې پدې طبيعت كې د يو داسې زات لاس كار كوي، چې تر ټولو هوښيار تر ټولو پوه او تر ټولو ښكلى دى.   په لنډ ډول بايد ووايو، چې فېبوناسي دغه خاصيت په طبيعت كې راڅرګند كړ، چې دغه كاينات يو رياضيكي ترتيب لري. يا دا چې رياضيات د ساينس هغه برخه ده، چې د كايناتو معجزه يي او حيرانوونكى برابرښت او ترتيب څېړي. دغه برابرښت هغه برابروونكي او فيصله كوونكي، چې د هر شي لپاره يو ځانګړى ترتيب ټاكي جوړ كړى دى. ",د رياضياتو پوهنه رښتينې ده ! (دوهمه برخه ) 5013,صديق الله بدر، كابل.,"  د پوليسو مشر د خپلو ملګرو پوليسانو تر نيم ساعت پلټنو وروسته د كور خاوند ته چې هغه ته نږدې ولاړ و، وويل:\"" ستاسو غل، د خپل كور سړى دى.\"" د اجمل پلار په ډېره وارخطايي وويل: "" څه وايې امر صاحب! زموږ د خپل كور، هغه څنګه، څوك دى؟\"" د پوليسو مشر خپل يو تن پوليس ته غږ  وكړ:\"" مي� �داده! د جنايي او كريمنالستيك كسانو ته غږ  وكړه، چې له خپلو ټولو مشاهدو سره دلته راشي\"" شېبه و� �وسته، د جنايي او كريمنالستيك مسوولين هغې كوټې ته، چې د پوليسو مشر ناست وو راننوتل. د كريمنالستيك مسوول د كور خاوند ته په ځير ځير  وكتل او هغه يوه جوړه بوټان، چې يې په لاس كې وو، ده ته وروښودې او ويې ويل:\"" كاكا! دا د چا بوټان دي؟\"" هغه بې واره او په لړزنده غږ ځواب وركړ:\"" دا... دا زما..زما د زوى...د اجم .. اجمل دي\"" _ هغه چېرې؟ _ دا اوس همدلته و. ولاړ، چې تاسو ته د چايو بند و بست وكړي. _ ته خو هغه ته غږ  وكړه. د پلار له غږ سره اجمل په منډه منډه راغى. كله، چې كوټې ته ننوت، د كريمالستيك مسوول هغه بوټان وروښودل:\"" دا ستا دي؟\"" _ هو! نوي مې اخيستي، مطلب؟ _ هيڅ، هغه هوښيار بې عقله، چې يې بولي هغه تا غوندې وي. په مطلب پوه � �وې؟ اجمل غوښتل څه ووايي، خو همدا، چې پر خپل پلار يې سترګې ولګېدې. خبرې يې په خوله كې وچې شوې. پلار يې بې هوښه پر دېوال تكيه و. منډه يې كړه، هغه يې غېږ كې ونيو. څو شېبې وروسته، چې هغه په هوښ راغى، اجمل ته يې په كتو كتو كې وويل:\"" زويه، زويه...\"" او نور يې ستونى وچ شو. پوليسو اجمل له ځان سره ماموريت ته بوته. په سبا د اجمل پ� �ار، مور او د هغه اوښي درې واړه ماموريت ته ورغلل. د پوليسو مشر د هغوى په ليدو وويل:\"" هڅه مو ډېره وكړه، دى م ني چې غلا يې كړېده، خو نه وايي چې څه يې غلا كړي او چېرته يې خوندي كړي دي، ډېر نابلده هوښيار دى، هم يې غلا كړې او هم يې موږ ته خبر راوړ\"" هغوى د پوليسو له مشر نه وغوښتل، چې له اجمل سره د ليدو اجازه وركړي. كله چې د اجمل سترګې پر خپل پلار، مور او اوښي ولګېدې ژړا ونيو او له هغوى يې مخ واړاوه. مور چې يې د هغه پر تن تغمې ولېدې، په كړيكو سر شوه. څو شېبې وروسته، چې اجمل شاته سترګې واړولې، هلته هيڅوك هم نه وو.  پوليسو دوه درې شپې نورې هم خوارۍ وكړې، خو له اجمل نه يې له لومړنيو خبرو نورې زياتې خبرې وا نه خستلى شوې. په څلورمه شپه پوليسو اجمل دومره په زوره زوره وواهه، چې له هوښه ووت. ملا بانګ ته نږدې هغه په هوښ راغى. له خپله ځايه نيم خېزه شو. په سوچونو كې � �وب شو، ژړا ونيو او له ځانه سره يې وويل:\"" هغوى كه خبر شوي وي، له واده به انكار كوي. زه به خپله مينه له لاسه وركړم... نن بايد زه هغوى كره تللى او خرڅ مې وړى واى... اخر دومره مهم خو نه و، چې غټه خرڅه مو كړې واى. زه به خپله مينه له لاسه...\"" په همدې سوچونو كې خوب پرې غلبه وكړه:\"" شهلا جانې! ته دلته څه كوې، ته ولې دلته راغلې، ته چا خبر كړې، ولې له ما سره يې دا ظلم وكړ، دا چا دا ظلم وكړ، تا ته چا وويل... هر چا چې وويل، خو ويې  ويل. زه زړه سوي ته دې نه يمه راغلې، فقط دې ته راغلمه، چې درته ووايمه زما او ستا په منځ كې نور څه نشته. زه نه غواړم، چې يو غل دې زما خاوند وي... شهلا،شهلا  جانې! صبر  وكړه چېرې ځې؟ ... صبر وكړه... صبر... ګوره... ګوره... د خداى په خاطر بد ګوم ان مه كوه... مه ځه... مه... م...ځ ...ځه... ما غلا نه ده كړې زه .. زه غل... زه غل نه يم... زه غل نه يم...زه...\"" د هغه له كړيكې سره د پوليسو مشر او د جنايي مسوول سر ته يې ودرېدل. د جنايي مسوول هغه ته ديكه وركړه. هغه په ترهه نېغ پر خپل ځاى كېناست او بې واره يې وويل:\"" شهلا، شهلا جانې! باور وكړه ما غلا نه ده كړې. زه غل نه يم. خو دا هم نه شم وي� �ى...!!!؟\"" يو تن پوليس د هغه پر سر اوبه وشيندلې او بيا يې هغه د پوليسو د مشر دفتر ته وروست. د پوليسو مشر په زوره پرې ډوډۍ وخوړه.  كله چې لږ ارامه شو او مخكې تر دې چې د پوليسو مشر ترې څه وپوښتې ده وويل:\"" صاحب! زه غل... هيڅ هم نه صاحب...ما د خپل اوښي...\"" د دروازې كړپ شو، د هغه پلار او اوښى دفتر ته راننوتل. د هغه اوښي وويل:\"" امر صاحب! كه زحمت نه شي بهر درته يو څه ويل غواړم\"" د پوليسو مشر د اجمل له پلار او اوښي سره له دفتر نه ووت. ډېره شېبه وروسته، چې ټول بېرته دفتر ته راننوتل. د پوليسو مشر موسكى شو او اجمل ته يې وويل:\"" خير هغه څه چې تا نه ويل، دوى وويل، پاڅه موږ ته مافي كوه، موږ هم مجبوره وو، مسووليت مو درلود\"" بيايې يوه پاڼه � �اواخيسته، څه يې پرې وليكل، پر هغه يې د اجمل د اوښي امضا واخيسته او ويې ويل:\"" په مخه مو ښه، واده كې به مو نه هېروئ، ښه مو كړې، چې د ده چنغله مو نه ده خبره كړې.\"" د پوليسو له ماموريت نه د وتلو پر مهال د اجمل پلار اجمل په غېږ كې ونيو او په ژړا ژړا يې وويل:\"" زويه! ومې بښه، ولې دې زما د عمل جزا قبوله كړه\"" ", زه غل نه يم 5014,احمد جان نوزادی," زماوطنه  څومره خوږ او راته ګران يي زما وطنه  ته مي روح يي ته مي ځان يي زما وطنه  ستا د لويشتي لويشتي خاوري نه مي ځار كړي  ته مي نوم ته مي نښان يي زما وطنه    ته زانګو يي د اتلو باتورانو  دا زانګودي په جهان وي زما وطنه  چي ګتلي يي په و ينو باتورانو  دوي دي تل ژوندي او ځوان وي زما وطنه    د تاريخ د شجاعت يو لوړ نښان يي  اي وطنه ته خو كور د هر افغان يي ته مي كور يي ته مي ګور يي ته مي ځاله  ته ميراث د ميرويس خان يي زما وطنه    څو جهان وي څو انسان وي تل دي ته يي ستا تاريخ دي تل روښان وي زما وطنه  دښمنان دي تل ړانده شه په ددو سترګو  ستا بچيان دي اتلان وي زما وطنه    څوك چي تالره بد ګوري كور دي وران شي  تل دي دا افغانستان وي زما وطنه  نوزادي دي ستا له نوم نه صدقه شي  ستا لوړ نوم دي تل ودان وي زما وطنه     ",زماوطنه 5015,," نن سهار پر شل كم لس بجې د كندهار ښار په ختيځ كي له نظم خاص غونډ سره نيژدې ځانمرګى بريد ترسره شو، چي د لومړنيو راپورونو له مخي په پېښه كي يوازي ځانمرګى وژل شوى دى.د پېښي له ځايه يوه عيني شاهد بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي ځانمرګي يو كورولا ډوله موټر د ايتلافي ځواكونو په تېرېدونكي كاروان كي وواهه خو د پېښي په ځاى كي يوازي د ځانمرګي د بدن ټوټې ترسترګو كېږي. يوه بل عيني شاهد وويل چي د ايتلافي ځواكونو يو موټر يې وليدئ چي اور پر بل وو خو د نوموړي په وينا موټر بېله دې چي ودرېږي په ځغاسته د پېښي له ځايه ووتئ. ",په كندهار كي ځانمرګى بريد وشو 5016,," يو پخواني روسي جنرال ويلي چې انګريزان به دروسانو په څير له افغانستان څخه وتښتي . جنرال اصلان اشيف چې د اتيايمې لسيزې په وخت کې د مجاهدينو سره په جګړه کې ټپي شوي د برتانيا سنډي ټايمز اونيزې ته ويلي ډيردحيرانتيا ځاى دي ،چې انګريزان او د ناټو متح دين نه له خپلو او نه زموږ له تجربوڅخه ،هيڅ ډول درس نه دى اخستى !د ده په وينا انګريزان به د موږ په څير له افغانستان څخه وتښتي . ",انګريزان به د روسانوپه څيرله افغانستان څخه وتښتي 5017,," د افغانستان د دفاع وزير ستر جنرال عبد الرح يم وردګ نن د ولسي جرګې د کورني امنيت او دفاعي چارود کمېسونو ناستې ته په خبرو کې وويل: په ټول هېواد کې د نه باور کړکېچ رامنځته شوى او د رپوټونو له مخې مخالفين به په ژمي کې هم خپلو بريدونو ته دوام ورکړي. د نوموړي په وينا طالبانو ديني مدرسې تړلې او ناڅاپه يې ډګر ته دانګلي، چې له همدې امله ناکراري ډېره شوې ده. د ده په وينا په ټولو دولتي او غيردولتي څانګو کې شک او ترديد، نه باور او نه يووالى شته او دا مهال د هېواد راتلونکى او شتون له خطر سره مخ دى. له جنرال وردګ سره يو ځاى د کورنيو چارو وزير او د ملي امنيت مشر هم ياد شوو کمېسيونو ته ور بلل شوي وو. وردګ د امنيت له ټينگښت وړاندې د ولسواکۍ شعارونه بې گټې وبلل او زياته يې کړه په طالبانو سخت ګوزارونه شوي او شاتګ ته مجبور شوي دي . د وردګ له وينا وروسته ټول خبريالان د ولسى جرګې له تالار څخه و ايستل شول او اجازه ورنکړل شوه تر څو د ملى امنيت د مشر خبرې اوڅرګنډونې واوري . ",د دفاع وزير: د هېواد راتلونکى په خطر کې دى 5018,," د امريکا ولسمشر جورج بوش له افغان ولسمشر حامد کرزي سره له کتنې وروسته نن په سپينه ماڼۍ کې يوې خبري ناستې ته وويل :موږ له افغان ولس سره يو او وياړوچې ستاسو په شان ( کرزي) همکار لرو. نوموړي وويل د اسامه نيول او محاکمه کول د دريو واړو هېوادونو ، امريکا ، افغانستان او پاکستان په گټه دي .ده وويل له مشرف او کرزي سره په کتنه کې ما پيدا کړه ،چې د دواړو ترمينځ د همکارى ښه روحيه او يو خپل والى شته .بوش وويل کرزي ستوزمن کار په مخ کې لري .ده وويل موږ تکتيکونه بدل کړي د ګواښ په وړاندې مقابله کوو. بوش وويل ناټو به ترهغه وخته له افغانستان څخه ونه وزي تر څو دښمن مات نه کړي .کرزي هم دخبريالانو يو لړ پوښتنو ته ځواب ووايه او زياته يې کړه د ثبات ټينګښت له پاره يوازې علاقه او هيله بس نه ده دا وخت نيسي .کرزي په عراق او افغانستان کې د جګړې دفاع وکړه او يادونه يې وکړه چې ترهګر د سپټامبر له يولسمې نيټې وړاندې هم وو.ده په افغانستان کې د ستونزو شتون ومنل او زياته يې کړه د افغان ولس دوه نسله د جګړې له امله له زده کړو څخه بې برخې دي . کرزي د ستونزود شتون جرړې د افراطيونو په هغو مدرسو او ځايونو کې وبلل ،چې د مدرسو تر نامه لاندې د نوموړي په خبره کرکه او دښمني خپروي . ",بوش: امريکا له افغانستان سره دي 5019,," افغان دولت د کلتور او ځوانانو پخوانۍ وزير ډاکتر سيد م خدوم رهين په هند، ولي منور په قطر او ميرمن مليحه ذوالفقار په جرمني کې د نوي سفيرانو په توګه ټاکلي دي. ",داکتر رهين په هند کې سفير شو 5020,," د پاکستان د ولسمشر جنرال پرويز مشرف په نوي خپور شوي کتاب کې ، دا خبره رښتيا وختله چې په اسلام ابادکې د طالبانو د وخت سفير ملا عبدالسلام ضعيف پاکستان په امريکا پلورلي وو. د مشرف د کتاب په يوه برخه کې راغلي ، چې له امريکا نه يې د القاعده د غړو په بدل کې په ميليونونو ډالر لاس ته راوړي دي . ويل کيږي پاکستان تر اوسه ٤٠٠ تنه د القاعده د غړو په نامه امريکا ته سپارلي دي .په کتاب کې په ګوته شوي چې د پاکستان د اټومي انرژي پلار عبدالقدير خان اټومى رازونه په � �يبيا،جنوبي کوريا او ايران پلورلي او بريښي چې دهند اټومى پروګرام هم له پاکستان څخه ليږدول شوي وي .د مشرف کتاب د (اور ليکه ) تر سرليک لاندې خپور شوي دي . ",مشرف:په امريکاد ملا ضعيف د پلورلو خبر رښتياشوه 5021,," د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د يوې وينا په ترځ کې چې په امريکا کې يې کړې ده په افغان ولسمشر سخته نيوکه کړې او تور يې لګولى ، چې کرزي د شمال د قومي لږکيو څخه ملاتړ کوي او پښتانه يې څنډې ته کړي دي. نوموړي دادعاويې بې بنسټه وبللې ، چې ګويا طالب مشران د پاکستان په جنوب غرب کويټه کې دي او له هغه ځاى څخه په نړيوالو ځواکونو بريدونه کوي. مشرف څرګنده کړه چې جګړه له تروريزم سره ناکامه شوي او د تروريزم د جرړو د له مينځه وړلو له پاره بايد هلې ځلې وشي . ",مشرف : کرزي پښتانه څنډې ته کړي دي 5022,," عبدالله پتمن/كابل د امريکا د م تحدو ايالتونو د پټو اطلاعاتي سازمانونو د څانګو د رپوټ له مخې چې همدا اوس د دغه هېواد د ولسمشر جورج بوش په دستور له ډلبندۍ څخه وتلى دى، وايي چي د عراق شخړه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د اسلام پالو جنګياليو د حق غوښتنې په اص� �  بدله شوې ده. د ""ملي اطلاعاتو د ارزونې او سنجش"" په نوم رپوټ كي چې د امريکا د متحده ايالتونو د ټولو اط� �اعاتي  آژانسونو د ګډې مطالعې لاسي بريا ده ويل شوي چي د عراق جګړې د جهاد د نړيوال غورځنګ لارويانو ته د  ودې لاره اواره كړې ده. دغه رپوټ وايي د عراق شخړه په  اسلامي نړۍ کې د امريکې د لاسوهنې په وړاندې د کرکې د رام نځته کولو لامل شوې ده. سره له دې بوش وويل هغه له خپلو مخالفينو سره چې فکر کوي عراق ته د امرېكي تګ تېروتنه ده د نظر اختلاف لري. بوش وايي""ځينې کسانو د هغه څه په اړه چې په رپوټ کې راغلي دي سوچ کړى او داسې  پايله يي ترلاسه کړې ده چې د عراق جګړه تېروتنه وه، خو زه په زغرده  د دغه نظر مخالف يم، که خلک فکر کوي چې پر هغو كسانو بريد كول چې د امريکې د خلکو د زيان غوښتونکې دي دا يوه تېر وتنه ده"".په دغه رپوټ راغلي د ترهګرۍ پر خلاف د امريکا د متحدو ايالتونو هڅې په جدي توګه د القاعدې مشرتابه ته زيان رسولى او د هغې ډلې عمليات يي شنډ کړي دي. بوش دغه رپوټ غندلى او ويلي يي دي چې د د دې رپوټ موخه په نومبر مياشت کې د کنګرې د منځ مهاله ټاکنو اغېزمن کول دي.همدا� �نګه يې پر خپل ځان نيوونكي ساده کسان بللي او ويي ويل  چې د رپوټ څرګندول  به خلکو ته اجازه ورکړي چې په خپله  د دې سند په اړه قضاوت وکړي. ",د امريکا ولسمشر د عراق په اړه څرگندونې وکړې 5023,محمد ابراهیم سپېڅلی," محمد ابراهیم سپېڅلی :: کندهار دهرهيواددښووني اوروزني لپا� �ه تعليمي نصاب دهمهغه هيواددزده کوونکودسويې اوعمرسره برابر چمتو کيږي اودټاکل سوي تعليمي کال په تېريدوس� �ه ديوه زده کوونکى سويه په تدريجي ډول سره پر مختګ کوي ځکه دتعليمي نصاب منظم اوډل نه يوازي دزده کوونکي لپا� �ه اساني جوړوي بلکي په ټولګيو کي دښوونکولپاره هم ښه هوسايي اوسکون راولي ځکه په داسي وختوکي نو  دښوونکو زيار ا و زحمت په بشپړه ډول سره معلوميږي اودزده کونکو سويه هم په کرار،کرارپرمخ ځي . په خواشينۍسره بايدوويل سي چي زموږدهيواداوسنىتعليمي نصاب چي اوس دلومړي ټولګي څخه تر  شپږم ټولګي پوري ښوونځيوته راغ� �ى يوعجبه نصاب دى؟!نه پوهيږم چي دکوم ميعيارله مخي ترتيب سوىاوبياڅنګه دوخت دښووني اوروزني دوزيرښاغلي نو� �محمد(قرقين )له پلوه( هوکي) سوى دى ؟؟ځکه ددغه تعليمي نصاب چي کتابونه يې په کال (١٣٨٤)هجري لمريزکي چاپ سوي داوسنيوزده کوونکوله سويې سره سم څه چي آن زده کوونکي په پام کي لاندي نيول سوي اوهغه څه ورپکښي ځاى سوي دي چي د نوموړوکتابونودترتيبوونکوزړه ورته ويلي دي . دبېلګي په توګه که ددغه تعليمي نصاب ددوهم ټولګي کتابونه ترنظرتېرکړونوپه هيڅ ډول ددوهم ټولګي دزده کوونکوله سويې سره سرنه خوري،يوخوشپږکتابونه ( پښتو،� �ياضي،دژوندادبونه،ديني زده کړه ، د رسامۍهنراودخطاطۍزده کړه )چي هريويې ښه پوره ضخامت هم لري ورکړل سوي دي اوپه هرکتاب کي دا سي موضوعات راوړسوي دي چي باوروکړى دشپږم ټولګيوزده کوونکي لاپکښي ورکيږي ،هغه ددوهم ټو� �ګي اته کلن کوچنى زده کوونکى خولاهلته پرېږده ځکه يوازي دپښتوکتاب يې پر ( ١٥٢)مخه باندي ليکل سوى اوپه هرمخ کي ددوى له سويې څخه پورته،اوږده اودسختوسرليکونولرونکي لوستونه لکه : سيدجمال الدين افغان ،دنيزې وهلو� �وبه،جرګه،داوبومنابع اويوشمېرنور...په داسي حال ځاى کړل سوي دي چي ددوهم ټولګي ډيرى زده کوونکي خپل نوم لات� �اوسه پوري سم نه سي ليکلاى نوڅنګه به دغه ددرنو اوثقيلوسرليکونولوستونه زده کړي ؟ همداډول که دديني زده کړوکتاب راواړوونوپه پيل کي يې دقرآن کريم دديرشمي پارې وروستي سورتونه راوړل سوي اوبياسمدستي داوداسه،لمانځه اوبالاخره خبره عقيدوي مسائيلوته پسي غزېدلې ده چي باور وکړىدغه ډول عقيدوي موضوعات موږته په شپږم ټولګي لايوڅه درانده وواودښوونکي له ډيرو تشريحاتووروسته به موسرپه خلاص سوو،اوس ګمان نه کوم چي ددغوکوچنيانيوزده کوونکوخودي ګر سره سر په خلاص سي ځکه زه چي ترکوم ځايه معلومات لرم په دوهم ټولګي کي ډيرى زده کوونکي د الفباء توري سم نه پيژني ياتراوسه خپل دښوونکي په نامه باندي نه وي خبرلاکن په تعليمي نصاب کي د قرآنکريم دديرشمي پارې سورتونه اوعقايدوي بحثونه ورته بيان سويدي اوس تاسووواياست چي په داسي وخت کي به زده کوونکوته ددغسي يوه تعليمي نصاب تعقيبول ګرانه خبره نه وي ؟؟ په همدې ترتيب ددوهم ټولګي درياضي کتاب هم يوغورس کتاب دى چي(١٣٨)مخونه لري اوپر (وېش،ضرب،جمعي اوتفريق ) سربېره په لسګونوهندسي شکلونه اودکسرڅوډولونه هم پکښي دډيرو سرګردانومثالونوپه وړاندي کولوسره بيان سوي دي نوهغه زده کوونکى چي ترسلوپوري په حساب  � �يکلوکي لايوعالم ستونزي لري څنګه به وکړاى سي چي دغه ډول موضوعات په خپل کوچني ذهن کي ځاى کړي؟؟ زه خووايم چي که يوښوونکى په دغسي تعليمي نصاب کي دادارې په ګډون ټوله ورځ پردغه يوه مضمون په ټولګي کي زده کوونکوته وږغيږ ي نوبېله ستړيابه يې بله هيڅ پايله ونه ويني ځکه هرتعليمي نصاب چي دهرټولګي لپاره چمتوکيږي ،دهغه ټولګي دزده کوونکودعمراوسويې سره په څنګ کي ځينو نورواړخونوته هم ښه پوره غورکيږي ترڅوله يوې خوازده کوونکى په ښه صحيح � �ول زده کړه ترلاسه او ښوونکى ورسره په عذاب نه سي اوبله اړخه ترتيب سوى تعليمي نصاب دتعليمي کال ترپايه پوري ښه سم پاى ته ورسيږي اوزده کوونکي لوړوټولګيوته په ښونمروبريالي سي . خواوس چي زه دغه نوي تعليمي نصاب ته ګورم کوم چي دلومړي ټولګي څخه ترشپږم ټولګي پوري چمتو سوىدى په هيڅ ډول له دغوټولګيوسره سرنه خوري اونه په دې ټولګيوکي دزده کوونکوسويه پرمختګ کولاىسي ځکه دهري ټولګي لپاره چمتوسوي کتابونه دهغې ټولګي له سويې څخه ډيرپورته چمتو سوي دي،زه چي په ښوونه اوروزنه کي ديوڅوکالوتدريسي تجربه لرم نودغه نصاب دځينونورودولتي کا� �ونوپه ډول له وخت څخه مخکي اوبېړنى بولم اوپه ټولګي کي زده کوونکواوښوونکي ته دسريودرددى اوبس او کيداى سي چي په راتلونکي وخت کي زموږدنوي نسل لپاره ډيري ستونزي راولاړي کړي ځکه ترسويې ډيري لوړي زده کړي دهرزده کوونکي دتوان کارنه دى اونه هم زموږدهيواددښووني اوروزني بهيروهغه ځاىته رسېدلى دى چي زده کوونکي دي پريوه دغسي عجبه تعليمي نصاب!؟ خپل ځانونه عيارکړي نو پايله به يې داوي چي يابه زده کوونکي دډيرروحي فشارله امله چي په ټولګي دښوونکي له خوا د سختو درسونوله سببه ورته پيداکيږي تېښته کوي اويابه هم همداسي په پټوسترګو� �وړوټولګيوته ځي چي دانو ښکاره خبره ده چي زموږپرښوونيزبهيربه ناوړه اغيزه پرې باسي اودغه روان بهيرته به يوګذاروي .   ", عجبه تعليمي نصاب!؟ 5024,," ", 5025,," ", 5026,," ", 5027,دافغانانو کلتوري ټولنه,"  دارواښاد اسحاق ننګيال دزوکړي پنځوسمه کليزه په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې په استازيتوب ، په بلجيم کې د افغانانو کلتوري ټولنه ، د هېواد د نوميالي شاعر ارواښاد اسحاق ننګيال پنځوسمه کليزه د روان کال د نوامبر پر دوولسمه نېټه د بروکسل په ښار کې لمانځي . په دغه غونډه کې به د اروپا له بېلابېلو هېوادونو څخه ليکوال ، کره کتونکي ، څېړونکي او د اسحاق ننګيال د اثارو مينه وال ګډون وکړي . د علمي څېړنو ، مقالو او ويناوو په څنګ کې به د ارواښاد ننګيال د شعرونو سندريزې ډالۍ هم د يو شمېر هنرمندانو له خوا وړاندې شي . بايد يادونه وشي چې د نامتو شاعر اسحاق ننګيال د پنځوسمې کليزې په وياړ په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې په همت ، دغه کارونه تر سره شوي او يا د تر سره کېدو په حال کې دي : ـــ په لغمان کې د ارواښاد ننګيال او دهغه د مېرمنې � �برونه د جوړېدو په حال کې دي . خپله د قبرونو کار بشپړ شوی او د ګنبدې په جوړېدو يې کار روان دی . د دغو قب� �ونو د جوړېدو لپاره په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو دغو ليکوالو او فرهنګيانو مرسته کړې ده : علي محمد مجبور ، اکبر کرګر ، صديق کاوون ، عاشق غريب ، زرين انځور ، اکبر بری ، حسن شور ، نظيف تکل ، غلام محمد کامه وال ، افضل ټکور ، علي سعيد ، امين باوري ، ډاکټر شېر ولي شېر ، انجنير حضرت سادات ، ممتاز ارمان او نجيب احمدزی .  ـــ د دانش خپرندويې ټولنې فرهنګپال مشر ښاغلي اسدالله دانش ساپي ژمنه کړې ده چې د ننګيال د پنځوسمې کليزې په وياړ د هغه يو شمر مهم اثار چاپ او خپاره کړي . ـــ د بروکسل له غونډې وروسته به ورته غونډه په � �غمان کې هم جوړېږي چې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه به ليکوال ، څېړونکي ، شاعران او فرهنګپال ګډون په کې وکړي . پاتې دې نه وي چې د لغمان غونډه به د لغمان مېشتو کلتوري ټولنو او مرکزونو په مرسته جوړېږي .  ",بلجيم :داسحاق ننګيال دپنځوسمي کليزي غونډه 5028,," دافغان ادبي جرګې مهالنۍ ( شمله ) چي په هرو دريو مياشتو کي يوځل خپرېږي اوس يې دپرله پسې يوولسمي ګڼي دچاپ خبر رارسېدلی دی .دا مجله چي مشر اوبنسټ اېښودونکی يې ښاغلی شهسوارسنګروال دی ، ددولت محمدوزيري ،غلام محمد کامه وال او سليم وردګ تر کتني وروسته د يوه کوچني کتاب بڼه لري  د۱۲ سرليکونو په لرلو سره په ۳۲ مخونو کي چاپ سوې ده . مينه وال يې ( شمله ) په لندن کي 00447946092288  ته په ټيلفون کولو ، او پېښور کي له يونيورسټي کتاب پلورنځی څخه ترلاسه کولای سی .   ",لندن : دشملې مجلې يوولسمه ګڼه چاپ سوېده . 5029,," هلمند کې امنيتي چارواکي وايي د هغو ګډو عم� �ياتو په ترځ کې چې د افغان او ناټو د ځواکونو له خوا د ګرم سير ولسوالۍ کې ترسره شوي ٢٥ تنه طالب جنګيالي وژل شوي دي . د ګرم سير امنيه قومندان بينوا ته وويل په عملياتو کې يو افغان پوليس افسر هم مړ شوي او يو بل پوليس ټپي � �وي دي . طالب جنګياليو تر اوسه په دې اړوند څه نه دي ويلي . د چارواکو د وينا له مخې عمليات نن تر سره شوي دي . ",چارواکي : هلمند کې ٢٥ طالبان وژل شوي دي 5030,," د هغه چاودنې له امله چې نن مازديګر ٤ بجې � �او خوا د هرات ولايت د ادرسکن ولسوالۍ د شيرزاد سيمه کې د يو ريموټ کنټرول ماين له مخې رامينځ ته شوې ٣ تنه ايټالوي عسکر او يو افغان ژباړونکى ټپيان شوي دي . هرات کې د بيارغاونې د ډلې يو چارواکي له بينوا سره د پېښى پخ� �ۍ کړي دي . يو طالب وياند قاري يوسف ويلي چې ماين ددوى کسانو خښ کړي وو. ويل کيږي د افغان ټپي شوي ترجمان حالت د اندېښنې وړ بلل شوي دي . ",هرات کې چاودنې٣ ايټالوي عسکر ټپيان کړي دي 5031,," د پکتيکا والي اکرم خپلواک له بينو ا سره ادعا وکړه چې ٢٠ تنه طالب جنګيالي د دغه ولايت د يوسف خيلو ولسوالۍ کې د افغان او ناټو ځواکونو د ب� �يدونو په ترځ کې وژل شوي دي . نوموړي وويل ، چې جګړه هغه مهال وشوه چې طالب جنګياليو د افغان او ناټو د ځواکونو په کاروان چې د يوسف خيلو له ولسوالۍ څخه د تيريدو په حال کې وو ، وسله وال بريد وکړ . ",د پكتيكا والي : ٢٠ تنه طالبان دغه ولايت کې وژل شوي 5032,," افغان پوليسو کابل کې ١١ تنه په دې تور نيولي چې د امريکايي عسکرود تجهيزاتو څو کانتينر غلا او د قاچاق په توګه يې پاکستان ته ليږدول . د کابل د ام نيه قومندانۍ د جنايى جرمونو د څانګې مشر جنرال علي شاه پکتياوال د پېښى پخلۍ کوي او وايى غلا شوي کانتينر بي� �ته امريکايي ځواکونو ته بګرام کې سپارل شوي دي .نوموړى وايى نيول شوي کسان د هغه شبکې غړي دي ، چې مخکې يې هم غ� �اوې کړي دي . ",کابل کې د امريکايانو غلاشوي وسايل نيول شوي 5033,," برتانوي چارواکو ٢٥ تنه افغان کډوال چې څو کاله يې د برتانيا په مختلفو ښارونو کې ژوند کړي دي د جرمنى د هامبورګ له ښار څخه د يوې الوتکې په ذريعه د کابل په لور استولي دي . نوموړي افغانان د کابل، باميانو، غزني ، بلخ او نورو ولايتونو اوسيدونکي دي . له دغو کسانو څخه څو تنو له بينواسره په خبرو کې د برتانوي چارواکو د ناوړه چلند څخه سرټکوواو يادونه يې کوله چې ورسره زياتۍ شوي دي .په دوى کې داسې کسان هم وو، چې کورنۍ يې برتانيا کې ژوند کوي . ",٢٥ تنه افغان کډوال له برتانيا څخه وشړل شول 5034,," د قزاقستان ٥٨ کلن يو اوسيدونکى نيکولاى نن کابل کې د حج او اوقافو د وزارت د وزير په وړاندې د شهادت کلمه وويله او د اسلام سپيڅلۍ دين يې ومانه . نوموړى ته يو ټوک قران کريم او جاى نماز هديه شول او د اسلام الدين نوم پرې کيښودل شو . نوموړى د يوشرکت مشر دي چې افغانستان کې کار کوي . ",کابل کې يو مسيحي مسلمان شو 5035,," افغان امنيتي چارواکو د بغلان ولايت د اندراب ولسوالۍ کې څلور تنه ځايي قومندانان بنديان کړي دي. د بغلان يو امنيتي چارواکي بينوا سره په دغو قومندانانو تور ولګوو، چې وسله والې نښتى کوي او په سيمه کې د ناامنيو او ناکراريو لامل ګرزيدلي دي . نيول شوي قوماندان د � �باني تر مشرى د جميعت د تنظيم غړي دي . ",بغلان کې ٤ تنه ځايي قومندانان نيول شوي 5036,," حکيم سمسور کابل، بي بي سي : د جهادي � �لو واکمني لس کاله دمخه هماغه مهال پايته ورسېده چې طالبانو د کابل ولکه د هغوى له منگولو را وايسته. طالبان د څو کلونو سختو جگړو په ترڅ کې وتوانېدل چې د هيواد پر زېاتې برخې خپله ولکه ټينگه کړې . خو د سپيټمبر له ېوولسمې څ خه وروسته، امريکا ته د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د سپارلو څخه د ډډې کولو له کبله د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو پر افغانستان بريد وکړ او د هغوى واک يې ختم کړ. اوس چې يې افغانستان کې د واک د ختمېدو نژدې پنځه کاله کيږي ، د هيواد په سويل او ختېځ کې د پوځي فعاليتو له زياتوالي څخه داسي ښکاري چې د طالبانو سخت دريځه غورځنگ يو ځلي بيا پياوړى شوى دى. د افغانستان په سويل د کندهار ولايت پنجوايي ولسوالۍ کې تر دوه اونيو سختو جگړو او بمباريو څخه وروسته د ناټو ځواکونو وکولى شواى چې دغه ولسوالي د طالبانو له ولکې څخه وباسي . پنجوايي د طالبانو سخته درېدنه ، د هلمند ، زابل ، کندهار ، فراه او يو شمير نورو ولايتونو کې د ولسواليو پرله پسي لاس په لاس کېدنه او د خرپ او ترپ جگړو نه پر لويو بريدونو د هغوى د جگړه ييز و تکتيکونو بد ليدنه ،داښيي چې هغوى اوس د پنځو کلونو دمخې طا� �بان ندي چې له ايتلا في ځواکونو يې ځانونه پټول. افغانستان کې د ولسي جرگې غړي ملا عبدالسلام راکټي او مولوى عطا الله لودېن ددې پخلى کوي چې د هيواد جنوب کې د ولايتونو او ولسواليو د مرکزونو پرته ، زېاتو سېمو کې د طالبانو و� �کې امنېت له جدى گواښ سره مخامخ کړى . تېرو شپږو مېاشتو کې د امرېکا په مشرۍ د اېتلافي ، ناتو اوافغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر مېنځ په جگړو ، ځانمرگو برېدنو او د سړک د غاړې په بمي چاودنو کې تر زرو زېات کسان وژل شوي. د نا امنيو د پيښو زېاتوالي ، د امنيت په تړاو د خلکو د اندېښمن کيدو تر څنگه دا پوښتنه هم پورته کړې چې څه سبب شول چې طالبان تر پخوا ځواکمن شي . د پوځي چار و ېو شمېر کار پوهان ېې لامل په دې کې ويني چې ٢٠٠١ کال کې له واک څخه د طا� �بانو د شړل کېدو څخه وروسته ، د هېواد سوېل ته اړېنه پاملرنه ونه شوه او هلته کافي ځواکونه ځاى پر ځاى نه شول چې د طالبانو په دغو پخوانيو مهمو مرکزونو کې ېې امنيت خوندې کړى واى. خو په اسلام آباد کې د طالبانو پخوانى سفير ملا عبدالسلام ضعېف د امرېکايي ځواکونو له خوا له خلکو سره د ناسم چلند سربيره داهم وايي چې ددولت له لوري طالبانو ته د بخښنې د اعلان سره سره ، د هغوى بندېانولو او نورو تنگسېاوو، طالبان اړ کړل چې بيا وسلو ته لاس کړي . په و� �سي جرگې کې د پکتيکا ولايت وکېل نادرخان کټوازى بېا دا ېوه تيروتنه بولي چې دده په وينا کله چې د امرېکاېانو په � �اس د طالبانو واک ختم شو ، ځېنو فکر وکړ چې گواکې طالبان ختم شوي او په واک کې ېې د هغوى ورگډولو ته پاملرنه ونه کړه . په افغانستان کې د ملگرو ملتود ا ستازي ادارې مشر تام کوينېگز هم ويلي چې پنځه کاله وړاندې د بن په خبرو کې د طالبانو نه ورگډول ېوه تېروتنه وه . خو د چارو ېو شمېر نور ښنونکي بېا پردې سربېره ، د ځېنو کورنېو او بهرنېو لام� �ونو ېادونه کوي چې ددوى په وينا طالبانو ته ېې لاره اواره کړه چې بيا څرگند شي . په همدې ترڅ کې يو شمير خلک شکايت کوي چې دولت پرې په سېمو کې داسي کسان واکمنان کړل چې ددوى په وينا په فساد کې ډوب دي. د افغانستان لروبر کې څنگه چې ځيني کسان وايي ډېرى خلک د سېمه ييزو چارواکو له کړو وړو څخه ناراضه دي او شکايت کوي چې په تيرو پنځو کلونو کې ددوى د ستونزو د لېرې کولو لپاره ېې څه ندي کړي . د بي امنيتيو ، ادارې فساد ، بيوزلۍ او بې روزگارۍ له کبله سيمه ييزو خلکو کې پېدا شويو نارضايتيو څخه طالبانو گټه پورته کړې . که څه هم چې ډېرى خلک نه غواړي چې د هغوى سخت درېځه واک دې بېرته رامېنځته شي ، خو يو شمير خلک چې د بې امنيتيو او ادارې فساد څخه سخت په تنگ دي ، لږ ترلږه داخبره کوي چې د طالبانو پر مهال يې امنيت خوندې او ادارې فساد نه وو . په همدې حال کې د افغانستان په جنوب کې چې دو مره په کې � �انون واکمن ندى، طالبان د نشه ېې توکو په وړاندې د دولت د پروگرامونو پر ضد په درېدلو سره ، هم د سېمه ييزو خلکو د زړونو په خپلولو کې گټه پورته کړې . څنگه چې د غزني ولايت يو اوسيدونکى محمود شاه مل وايي طالبان په دې کار سره سېمه ييزو خلکو ته داسي ښيي چې گواکي دهغوى ساتونکي دي . د کوکنارو کروندو د اړولو په وړاندې طالبان داسي مهال د دولت د روان پروگرام په وړاندې دريږي چې دولت او نړېواله ټولنه تر اوسه پورې نده توانېدلي چې د کوکنارو پر ځاى کروندگرو ته بديل معيشت برابر کړې . خو پر دې سربېره افغان چارواکي د طالبانو په بيا پياوړي کېدو کې د افغانستان گاونډېانو ته هم گوته نېسي چې ددوى په وېنا روزنه ور کوي او هغوى ته وسلې او پېسې برابروي . د طالبانو په واکمنۍ کې ېو لوى جهادي قوماندان ملاعبدالسلام راکټي وايي له بهرني ملاتړ پرته به طالبانو نشواى کړى چې ځانونه بېا سم بال کړي . د ولسمشر په گډون افغان لوړ پوړي چارواکي پاکستان ته گوته نېسي چې د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه کې ېې کافي هلي ځلي نه دي کړي . خو دا هغه څه دي چې پاکستاني چارواکو په وار وار رد کړي دي . ښاغلى ضعيف هم ټينگار کوي چې د پ� �ويز مشرف حکومت د طالبانو سره مرسته نه کوي ، خو وايي د اسلامي مفکوري له مخې د پاکستان په حکومت او پوځ کې ډېرى کسان شته چې له طالبانو سره خواخوږي لري . د افغانستان په سويل او ختېځ کې د امنيتي حالاتو په خرابيدو او د ځان م� �گو برېدونو په زېاتوالي سره ، که څه هم ټوليز باور دادى چې افغان او ايتلافي ځواکونه د امنيتي حالاتو په کابو کولو کې پاتي راغلي ، خو په افغانستان کې د ناتو د قواوو لوى قوماندان جنرال ډېوېد رېچارډز داخبره نه مني چې طا� �بان دې پياوړي شوي وي او ټينگار کوي وخت ته اړتيا ده چې طالبان مات شي . جنرال ريچارډز وايي: ""موږ به بريالي شو . خو موږ نشو کولى په دوو ورځو کې ياغېانو ته ماته ورکړو . دابه له شپږو مېاشتو نه تر دري کلونو او ېا له دې نه زيات وخت ونېسي چې برى تر لاسه کړو ."" په پوځي ډگر کې پر وسله والو مخالفانو د بري لپاره افغان چارواکي د افغان ملي پوځ او ملي پوليسو پر پياوړي کېدلو هم ټينگار کوي. ځکه دوى وايي په داسي حال کې چې طالبان ښې وسلې ، ښې مخابرې او نور ې شونيتا وې لري ، د ملي پوځ سرتيري پر داسي سپکو او درنو وسلو سمبال ندي چې د طالبانو په وړاندې اغېزمنه جگړه وکړاى شي . خو څنگه چې ځنيني وايي ېوازي پوځي لاره نشي کولي چې د افغانستان روان کړکېچ له مېنځه يوسي . دوى له طا� �بانو او د اسلامي گوند په څير د دولت د نورو مخالفينو سره د رغندو خبرو د پر مخ بيولو غوښتنه کوي . په ولسي جرگې کې د ننگرهار د خلکو استازى قاضي عطالله لودېن وايي دغه خبري به هغه وخت اغېز منې وې چې د مخالفينو حقونه په کې خوندې وې . دولت لا له وړاندې د ملي پخلاېنې ېوه تگلاره اعلان کړې چې رڼا کې ېې تېر ېوه کال کې تر زرو زېات مخالفين له دولت سره ېو ځاى شوي .خو ښاغلى ضعيف دا د سولې او خبرو پروگرام نه بولي ، ځکه په وينا ېې د پخلاېنې کميسيون ته بشپړ واک ندى ورکړ شوى چې له مخالفينو سره خبرې وکړي . نوموړى ټېنگار کوي چې افغانان دې خپلې لانجې پخپله سره اوارې کړي . خو دا هغه څه دې چې تېر کې ېې نتېجه نده ورکړې او افغانانو د خبرو اتر د مېز تر شا د کېناستلو پر ځاى ېو بل ته د ټوپک په شپېلۍ خبرې کړي. اوس ټوليز نظر دادى چې يوازي نړېوال کولي شي چې افغان دولت کې د ژورو اصلاحاتو په ترسره کولو او د افغانستان بيارغونې ته د نورو مرستو په بيلولو سره ، په افغانستان کې امنيتي حالات کابو کړي او پري نږدې چې افغانستان په يوه ناکام دولت باندې واوړي ",د طالبانو په لاس د کابل د کېوتو لسم کال 5037,,"   درنو لوستونکو: دا دی دا ځل مو په هلم ند کې د هیواد د تاریخي کلا""بست"" انځورونه را اخیستي دي دا کلا نیژدې ده چې ونړېږي. رحیم گل څاروان   ",د بست د تاریخي کلا څو انځورونه 5038,," د استراليا د هوايى ځواکونو يو لوړپوړي فوځي چارواکي انګوس هوسټن ويلي يوه لسيزه ضرورت دي تر څو د طالبانو ډله په افغانستان کې ماتې وخوري . نوموړى په دې ټکل دي ، چې د ناټو ترمشرى لاندې دنده به زر په افغانستان کې سرته ونه رسيږي او ډير وخت به ونيسي . ",استراليا. د طالبانو ماتې لس کاله وخت نيسي 5039,," د ماين په هغه چاودنه کې چې نن سهار ٧ بجې � �اوخوا د کندهار ولايت په پنجوايى ولسوالۍ کې رامينځ ته شوي يو کاناډايى عسکر ټپي شوي دي . کندهار کې يوې باوري سرچينې له بينوا سره د پېښى پخلۍ وکړ اوله نورو څرګندونو څخه يې ډډه وکړه . ",دماين چاودنه کې يوکاناډايى عسکر ټپي شوي دي 5040,," د امريکا ولس مشر جورج بوش افغان ولسمشر حامدک� �زى او د پاکستان ولسمشر جنرال پروېز مشرف د تروريزم په وړاندې مبارزه کې گډې همکارۍ او تفاهم ته راوبلل او دواړه مشران يې دې ته وهڅول چې په خپلو منځو کې له اختلاف وړ ټکو څخه لاس په سر شي. د سپينې ماڼۍ يو وياند د درې واړو مش� �انو له گډې ناستې وروسته دغه خبرې روغې او مثبتې وبللې . بوش تيره شپه په سپينه ماڼۍ کې د دواړو مشرانو په وياړ د� �وژه ماتې ميلمستيا جوړه کړې وه .بوش د دواړو هېوادونو په ګډه همکارى يو ځل بياټينګار وکړ او دغه همکاري يې د دواړو هېوادونو په ګټه وبلله . ",بوش کرزى او مشرف ګډې همکارۍ ته راوبلل 5041,," عبدالله پتمن/كابلدغه خبره په عراق کې د ابومصعب الزرقاوي د وژل کېدو وروسته په دغه هيواد کې  د دغه سازمان نوى مشر ابو حمزه المهاجر په خپل لومړنې پيغام کې کړې ده. نوموړي وويل چي له ۲۰۰۳ کال د امريکې د بريدونو وروسته  ۴۰۰۰ بهرنې مزاحمت کونکې وژل شوي دي. دا لومړي ځل دى چي په عراق کې د بهرنيو د وژنې په اړه معلومات ورکول کېږي. په تېر جون کې د عراق د کو� �نيو چارو وزارت ويلي وو چي په تېرو لسو مياشتو کې څه نا څه ۸۰۰ مزايم کونکې وژل شوي دي.المهاجر غږ وکړ چي د � �وژي د مبارکې مياشي په اوږدو کې به لوېديځوال يرغمل کړي چي په بدل کې يې شيخ عمر عبدالرحمان راخوشي کړو.شېخ عم ر عبدالرحمان له څو كلونو راهيسي په امريکا کې د ترهگر په تور په بند کې شپي او ورځي تېروي. ",ابوحمزه المهاجر: په عراق کې ۴۰۰۰ بهرنيان وژل شوي دي 5042,," ", 5043,اسماعيل خيل," اسماعيل خيل کابل ، ۱۳۸۵ د تلې پنځمه   له منتخب ولسمشر او منتخب پارلمان سره – سره اوس هم د کابل په ګډون  په ځينو ولايتونو کې واک د بد معاشانو په لاس کې دى . دغه بد معاشان لکه دهندي فلم ونو په څېر  له مهمو امنيتي چارواکو سره په تړاو کې دي او  هر څه چې يې  زړه وغواړي هماغه کوي .  دوى دومره له لوړو دولتي پوړيو سره په کميشن کې شريک دي ، چې څوک ورته پورته کتلى نه شي . د بد معاشانوپه دغه حکومت کې که څه هم د لوى څارنوال عبدالجبار ثابت ، د کابل د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې مشر جنرال علي شاه پکتياوال او د کابل دنړيوال هوايي ډګر د سرحدي ځواکونو مشر جنرال امين الله  امرخيل په څېر سپيڅلي  او په خلکو مين کسان شته خو هغوى هم د بد معاشانو له ګواښ سره مخ دي .   جنرال پکتياوال چې شپه او ورځ د مجرمانو په نيو� �و پسې سر ګردانه دى او  ډېرو خطرناکو پېښو ته په خپله ځي  ددغو بدمعاشانو له ګواښ سره لاس اوګريوان دى .   نوموړي څو ورځې وړاندې خپله ويلي و چې د ټېلېفون له لارې ورته ګواښونه کېږي .    همدارنګه جنرال امرخيل څو ځلې ويلي چې دى د نشه يي توکيو � �اچاق وړونکي نيسي او بياله نيولو سره سمدستي ورته لوړ پوړي کسان ټيليفونونه کوي او حتى ګواښ ورته کوي .  ددغه شان پېښو ژوندى جريان له طلوع ټلويزون څخه هم خپور شوى دى ، ياد شوي ټلويزون وښودله چې په هوايي ډګر کې يوه قاچاقبره نيول شوې ميرمن په ډاګه سرحدي پوليسو ته وايي چې موبايل راکړى او داسې چاته به زنګ ووهم چې تاسې ټول ونيسي . او هغه ميرمن خوشې هم شوه . ددغو بد معاشيو  لا مل روښانه دى او هغه داده چې جګپوړي چارواکي په ځانګړې توګه د شمال ټلوالې زمريان (! ) چې يو وخت طالبانو په سوړه کې ننويستلي و له مافيا سره لاس لري او اوس امنيتي ارګانونه هم د هغوى تر اغيز لاندې دي .  دا خبرې د کومې عقدې له مخې نه دي  ، وګوري  د وږي په ٢٩ مه  د شهيدانو او معلولينو موټر په رڼا ورځ  کابل ښار کې د امنيتي ځواکونو له خوا ولوټل شو او له دغه موټر څخه  چې دمامورينو معاشونه يې لېږدول شاوخوا ١٨ ميليونه افغانى غلاکړى شوې .   جنرال پکتياوال کسان ونيول خو د کورنيو چارو وزير جناب م� �بل صيب ټيلفون وکړ او ورته وې ويل چې د نيول شويو کسانو په اړه مطبوعاتو ته څه ونه وايي او خبره يې ډب کړه .  همدارنګه شاوخوا دومياشتې وړاندې دکابل له قلعه زمانخان څخه يوسوداګر په رڼا ورځ وتښتول شو او بيا له څو ورځو نادرکۍ وروسته په دلکونو ډالرو په بدل کې خوشې شو ، خو تښتونکي لا نه دى معلوم !!!  يو بله وړه نمونه هم شته او هغه داچې له شاوخوا دوه کلونو � �اهيسې په لسګونو تنو خپلې لږې ډېرې پيسې د کار په خاطر يوه تن ته چې  قوماندان هاشم  هم ورسره شريک دى او بيا هاشم  د لوى درستيز بسم الله خان په � �ريعه چې  په بګرام کې د اييتلافي ځواکونو سره قرار دادونه لري ، ورکړى وې .  نوموړي اوس له دريو مياشتو راهيسې په دغو پيسو خېټه اچولې  ده .  پرون (  دتلې څلورمه )  په لسګونو خلکو چې د � �وماندان هاشم په بلنه ميروس ميدان په يوه سراى کې راټول شوي وو ، وډبول شول .  دغه خلک د نوموړي قوماندان په امر د پنځمې امنيتي حوزې پوليسو وهلې او حتې د ويشتلو ګواښ يې ورته کړى دى .  که څه هم جنرال پکتياوال له دغو کسانو هماغه شپه  له لسو ډېر ونيول ، خو شايد بياهم ورته ټيليفون وشي .  او داځکه چې د پنځمې امنيتي حوزې امِر له دغې م افياسره لاس لري او پوليس يې ورته خدمت کې ورکړي دي . له دې اوږدو خبرو څخه مې هدف دادى چې په دې قحط الرجال وطن کې بايد د بد معاشانو په لاس د کار خلک ونه وژل شي .  او س  د يا دو شويو دکار کسانو په څېر  د لسګونو خلکو ژوند له خطر سره مخ دى خو ولسمشر کرزى يې په غم کې نه دى . شايد کرزى د عادت له مخې همدې ته منتظر وي چې خداى مکړه کله دوى نه کوم تن ووژل شي او بيا دى پرې ژر د خواشينى پيغام خپور کړى .  په کار ده چې دولت سره  د دغه شان کسانو ډېر خيال وي او ددې لپاره له دولتي څوکيو څخه د بد معاشانو لرې  کول او هغوى ته سزا ورکول اړين دي .  همدا اوس چې په سويل او ختيځ کې مخالفان پياوړى کېږي يو علت يې همدا دى چې خلک له بد معاشانو په تنګ دي . دغه نارضايتي  په مرکز کې هم ډېره ده او خلک موقع ته انتظار دي .  خو مخکې له دې چې دغه نارضايتي په يوه غبرګون بدله شي په کار ده چې ولسمشر کرزى د خداى په خاطر دغه هېواد او بېوزله ولس د څوکسانو قرباني نه کړي او د هغوى غمه وخوري .  کرزي چې له نړيوالو سربېره د نږدي لس ميليونو افغانانو ملاتړ ورسره دى ،  ټول عمر يې په ګوزا� �ه تېره کړې او د يوه ولسمشر په توګه يې خپل ماهيت له لاسه ورکړى دى .   ددغې ګوزارې په اساس کرزى اوس   خلک د يوه حامي په توګه نه بلکې د يو بې زړه او ډارن واکمن په توګه پېژني .  په کار ده چې کرزى ،  نور ټکان وخوري او که نه داسې ټکان به ورکړل شي چې بيا به ځان ټينګ نه کړي .     ",دبد ماشانوپه حکومت کې دخلکو ژوندپه خطر کې دى 5044,کوچۍ," جمعه د ١٣٨٥ لمريز کال د تلې ٧ دجاپان د پلازمېنې ټوکيو د ګريجويټ سکول اوف ميډيسن پوهنتون يوه ساينس پوه چې شينچي کورياما نوميږي، دا خبره  د ازموينوپه نتيجه کې جوته کړې چې په ورځ کې د يو څو پيالو شنو چايو څښل د زړه د ډېرو ناروغيو لپاره ګټوردي.  نوموړي داخبره د هغه څيړنې پر بنسټ کړې چې دتېرو يوولس کالو راهيسې يې نږدې پر څلويښت زرو جاپانيانو تر سره کړې ده. د دغه څلويښت زره جاپانيانو عمر د څ� �ويښتو نه تر نهه اويا کالو پورې و. د دغه کسانو څخه د شنو چايو د څښلو په هکله د پوښتنو په نتيجه کې ښکاره شوه چې د دغو خلکو يو په څلورمې برخې په ورځ کې يوه پياله شين چای او همدا شان يو پر څلورمې د ورځې پنځه او تر هغو زياتې پيالۍ شين چای څښلو. د دغه څيړنې په لومړي کال کې هيڅ چا د زړه کوم تکليف نه لاره. خو ددغه يوولس کلنې څيړنې په اوږدو کې چې د ١٩٩٤ نه تر ٢٠٠٥ پورې يې دوام لاره، د دغو څلويښتو تنو څخه لس سلنې مړه شول. په دغه مړو شوو کسانو کې نږدې دوه په سلو کې د زړه د ناروغيو او درې په سلو کې د سرطان د ناروغيو له امله  و. د دغې څيړنې پر بنسټ ويل شوي ، هغه کسان چې په ورځ کې د پنځه  يا د هغې نه ډېري پيالۍشين چای څښي ، د هغو خلکو په نسبت چې په ورځ کې يوه پياله شين چای څښي د زړه د ناروغۍ له امله يې د مرګ چانس ډېر کم دی. جاپاني څ ېړونکې فکر کوي چې په شنو چايو کې د انتي-اوکسيدينت شتون د ناروغيوڅخه د زړه او رګونو د ساتنې سره مرسته کوي. ب� �سېره په دې ويل کيدل چې شنې چای د سرطان لپاره هم ګټور ې اغيزې لري خو د دغه څيړنې څيړونکي په دې هکله کومې نتيجې ته لا نه دي رسيدلي . ",شين چای روغتيا ته ګټه لري 5045,کوچۍ," جمعه د ١٣٨٥ لمريز کال د تلې ٧ فضا ته د سېل لپاره تګ ډېرو خلکو ته د يوه خوب په څېر برېښي. خو انوشه انصاري  خپل دغه خوب په رښتيا واړاوه. څلويښت کلنه اېرانۍ ميرمن انوشه انصاري، چې په  ١٩٨٤ کال کې يې خپل هيواد پريښې و، په امريکا کې يوه تجاره  مېرمن ده.   نوموړي دروان کال  د سپتمبر د مياشتې د ١٨نه تر ٢٩ نيټې پورې  د قزاقستان د بايکانور د فضايي اډې څخه د سايوز راکټ په وسيله د  آي ايس ايس نړيوال فضايي سټيشن په لور وتوغول شوه. ويل کيږي چې د دغه سفر لپاره انوشه چې نن بيرته مځکې ته راکوزه شوه ، نږدې شل مليون ډالره و� �کړي دي.   انوشې د خپل تګ په وخت کې ويلي و چې: زه د خپلو هېوادوالو لپاره ځان   نمونه  جوړه ول غواړمه. زما په فکر به فضا ته  زماتګ د اېران ځوانانو ته د ځلانده راتلونکي مسبت پيغام  ورکړي، ځکه هغه څه چې د اېران ځوانان نن سبا اوري، يواځې د جنګ او  وينې تويولو په هکله دي.   انوشې په خپل سفر ډېره خوښي ښکاره کړی او ويلي يې دي چې فضا ته د دوهم ځل لپاره هم تلل غواړي.   ",لومړنۍ ښځه فضا ته د سېل لپاره 5046,," ناټو غواړي خپل عمليات د افغانستان ټولو سيمو ته وغځوي، چي په دې سره به د ناټو تر قوماندي لاندي د امريكايي سرتېرو شمېر ۱۲۰۰۰ ته ورسېږي.دغه پ� �ېكړه په اسلوني كي د ناټو د باندنيو چارو وزيرانو د يوې غونډي په ترڅ كي وكړه، د ناټو يوه چارواكي ويلي چي دغه پرېكړه به د څو راتلونكو اونيو په ترڅ كي عملي بڼه خپله كړي.دا په داسي حال كي ده چي په افغانستان كي د ام� �يكا پوځ وايي د هغه راهيسي چي د پاكستان حكومت په شمالي وزيرستان كي له ځايي طالبانو سره سوله ييز تړون لاس� �يك كړى دى، له دغه هيواد سره پر پوله پرتو ولايتونو كي د جنګياليو بريدونه درې برابره ډېر شوي دي. ",ناټو: د افغانستان ټولو ولايتونو ته عمليات غځوو 5047,"پوهنمل محم ودنظري"," څېړنه او ليکنه ( پوهنمل محمودنظري )  سمبولونه د م� �تونوهغه پټي ناويلي خبري دي چي د سمبول په بڼه بیانیږی. سمبول ته نښه ،نماد  او مظهر هم ویل شوی دی . سمبول کیدای شي یو مادي شی وي چي په طبيعي ډول و هغه شي ته چي نغوته ورته کیږي پیوند ولري، سمبول جوړول یو اګاهانه روند نه بر عکس دمکاشفې اویا شهود له لاري ناببره په زړه کي جوړیږي او راوزي . سمبول له طبیعت،� �یانو،رنګونو ، ژوو اوداسي نوروڅخه جوړیږی .  ډیر وخت سمبولونه په مستقیم ډول له خیال او سوچ څخه پیدا کیږی یا پر هغه تاثیر ښندي دا ډول سمبولونه د رواني انرژۍ نه ډک او نفوذ لرونکي سمبولونه  وي  ژوو او ا� �وتونکو د بشر له پیدایښت نه تر ننه د ملتونو په کلتور او ادب کي ډير رول لوبولی دی او ډیره اغېزه یې پرکړې ده .  په ادبیاتو کي منظوم او منثور اثارو، انځورونه ،کیسو او متلونو کي د سمبولونه او رمزونه او کنایو او استعارو ډیر ډولونه لیدل شوي او دبشر ي ادب ډیره برخه په بر کي نیسي . سمبول د لېکوالو او شاعرانو ابتکار دی چي په یوه سیمه کي ویل شوی بیا یې توسعه پیداکړې او کله کله ځیني سمبولونه نړيوال سوي هم دي . د ژوو او الوتونکو سمبولونه په شعرونو، کیسو او طنزو کي : د بهرام شاهي کلیله او دمنه چي رودکي هغه  له سانسکرت نه دفارسي نظم ته اړولې ده د ژوو خبرې دي؛د عطار منطق الطیر د انسان سیراو سلوک و خپل اصل ته رسیدل دي او د الوتونکو سفرد د خپل ځان دسیمرغ د پيدا کولو دپاره دی؛ د مولانا  مثنوی د الوتونکو او ژوو له خولې کیسې دي. د عبید زاکاني د موږک او پېشوطنز یه مثنوي ده ؛ د سعدي په عبرتي کیسو کي ژوو او الوتونکی په اصل کي د انسانانو د کرکترڅخه خبرې کوي . ګېدړه په حیله او مکارۍ، شرمښ او پړانګ په ځناورتوب او وینه تویولو، زمری په دلاوري او شجاعت او د ځنګله پاچاه؛ هوسۍ په ښاېست ؛سپی په وفاداری، پاسبانی او د غله او ګدا س� �ه په دښمنی پیژندل شوی دی همداسې د الوتونکو نه طوطي په ویلو،طاووس د وزرنو او بڼکو په ښاېست ، بلبل او عندلیب په رېز کولو،کوکو کوتره( فاخته) د ترانه ویلو په سمبول پېژندل شوې ده . د انسان په عوض د ژوو او نور شیانو نوم اخېستل د انسان فطرت او طینت په بله ژبه تمثیلول دي د انسان تعلق او تړون  د طبیعت او چاپیریال او یو بل س� �ه د هغو اثر اچونه ښیي. سمبولونه په انځورونو کي: هوسۍ: هوسۍ چي په دښتو کي ژوند کوي د ډیرو ښکلو ژووله ډلې نه ده چي نر یې ډیر ښکلی دی او هغه توروالی  چي د سترګو شاوخوا یې لری  هغه د ښځينه هوسۍ نه بیلوی . ماهی خوړونکۍ (لګ لګ): د نوي ژوند سمبول دی خلک ګمان کوي چي دا الوتونکي په خپ� �ه وینه خپل بچیان غټوي نو ځکه د شفقت ، ترحم او قربانۍ سمبول ګڼل شوی دی . بورا: د پېلې څخه د هغه راوتل د هغې دوېم ځل الوتل بورا د تل پاتي ژوند او زیږېدو سمبول کړې ده او په چین کي بیا بورا د ډیري خوشالۍ اوډیره ښکلا سمبول دی . وزر: یو نړیوال او ډیر مشهور سمبول دی  لکه وزر لرونکي آسان، هم داسې وزر د فکري الوتني او د انسان د ارادې  سمبول رسوي وزر درلودل د هر شي نه ملایکه جوړوي چي په خپل ذات کي ازادي غوښتل او کامیابي له ځان سره لري . طاووس:دا لودېزو او ختېزو هیوادو یو ګد سمبول دی او هم دطبیعت د دوه ګونۍ او ثنویت سمبول دی په هندي سمبول کي چي کله (کامه) یا د دمینې الهه پر طاوس سپوردی دا د ډیر هوس اوخوشالۍ سمبول دی د هغه په پښه د مار پیچیدل او د هغه له وزر لاندي پټېدل جنت ته د نفرین شوي ا� �وتونکي دننوتلو سمبول دی . ښکر: ښکر لرونکی انسان لکه د هوسۍ ښکرونه د قوه با او باروری سمبول دی . آس : دو خصلته هم د مړیني او هم د ژوند سمبول ګڼل کیږي هم د سوچ، خرد او نجابت او دهم د حیواني غریزې سمبول رسوي او په نوي سمبولو کي د غوا پر ځای د قربانۍ ځای نیسي او هم  قوه با او باروری ښیي . سپی : چي له اوره سره وي لکه اور او شغله په جنسي سمبول بدلیږي ځکه اور او جنسي نی� �وسره پیوند لري په میسحیت کي د وفادارۍ او د واده په سمبول مشهوردی . سمبولونه په متلونو کي: ټټو:د هغه چا سمبول چي وشرمیږي (د ټتو نه یې وپوښتل: پلار دی څوک دی؟   هغه ویل: مور می آس دی) سپی ته یې هډوکۍ واچوی .    (رشوت ورکول) چغال ناری وهی .   (د چا خبرو ته بې اعتنایې ) چغال پوخ خټکی ولید  ( ډیر شوق لرل) کوتره د سولې سمبول : هغه وخت چي د نوح (ع) کښتۍ په توپان کي را ګیر شوه نو نوح(ع) وغوښتل دکښتۍ اوسیدونکي په یو ساحل کي تا کړي له همدې کبله یې کارغه د وچې په لټه ولېږﺉ کارغه ساحل وموند او هلته د یو مردارجسد باندي کښیناست او د هغه په خوړولو شو، دا خبر نوح (ع)ته ورسید اوهغه و ویل چی د دې پسله کارغه مردارخوره الوتونکی دی . دا وار یې کوتره واستوله هغه په هوا کي ګرځېده چي یوه وچه یې تر سترګو شوه او هلته کښته شوه د هغه نیمي پښې په اوبو کي وې دا اوبه د عذاب اوبه نو مېدې او ډیري تودې وې نو کوتره بیا والوتله اوبله وچه یې وموندله د زیتون په ونه کښیناستله د هغه نه یې کوچنۍ َڅانګه پرې او په مشوکه کي یې نوح (ع)ته وروړه او نوح (ع)کښتۍ دهغه ساحل خواته بوتله د هغه تاریخ و روسته کوتره د سولي سمبول وبلله شوله. دژووسمبول د کال لپاره:د ختیځ اوسیدونکي له چین تر مصرپوري ډیر پخوانی  باور  اواعتقاد لري او وایي  چي هر کال د یو حیوان سمبول پر نړۍ  حکومت کوي او د هغه حیوان ځانګرتیاوی پر هغه کال حاکم وي . د دولسو حیواناتو جنترۍ په ځانګړی توګه په افغانستان او ټوله اسیا کي خپل خاص ځای لري چینایان او نورمنځني اسیا ملتونه  د ژوو تاثیراتو چي په هغه کال مسلط دي لکه : ږېږېدني، کارونه، دوستي، عشق او واده باندي اعتقاد � �ري پخوا سوچ کیده دا یوازي د ترکانو او د اسیا د خلکو رواج دی خو اوس مالومه شوه چي دا سمبولونو په امریکایي بومیانو کي هم رواج درلود ابوریحان البیروني دا رواج دمنځنۍ اسیا ګڼي او په خپل اثر اثارالباقیه کي د ت� �کانوکلنۍ جدولونه ښیي چي داسې دي :  ۱- چقان يا کسکو (موږک)  ۲- اود يا سغر (غویي) ۳- بارس (پړاګ) ۴- تفشان يا تفشيجان يا توشقان (سوی)  ۵- لو (نهنگ)  ۶- ييلان (مار) ۷- يونت (آس) ۸- � �وی ( پسه)  ۹- بيجين (بیږو) ۱۰- تغاقوی يا تخاقوی (کورنی چرګ) ۱۱- ايت (سپی) ۱۲- تونگوز( س� �کوزی) داپخوانی شعر داسمبولونه داسی بیانوی : موش و بقر و پلنگ و خرگوش شمارزان چهار چو بگذری نهنگ آيد و مار آنگاه به اسپ و گوسفند است حسابحمدونه و مرغ و سگ و خوک � �خر كار پایولادلسول په خپل کتاب د( چینی طالع لیدل) کي لیکی: بیږو د شیطنت او فیتنه ااچولوسمبول دی او په دولسو کلنو کي دایوغیر معمولی کال دی ،  د چرګ کال د نظامیانو او دیکتاتورانو کال او دسپي کال د دادخواهی او عدل کال دی. لمنلیکونه:  ۱- آشیل -کبوتر نماد صلح ،بابول کم ۲-نماد زيبايي- تبیان ۳-بي بي سي - فارسي- نماد سال 1385: سگ به حکومت خروس پايان می دهد. ۴    - سیروس شمیسا - نگاهی ن� �ادانه و تکمیلی به شاهد  بازی در ادب فارسی- مجله فرهنګ و ادبیات ۵-از ویکی‌پدیا- نماد ، دانشنامهٔ � �زاد ۶-دستگیر نایل- با زبان بی زبانی مجله بازار هفته شماره-275   ",په کلتوراو دادب کي دژوواو الوتونکو سمبولونه 5048,," عبدالولي برهاني - جرمني په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګې په هاند او هڅو د روان عيسوي کال د نومبر د مياشتي پر ۱۱ نېټه به په بلجيم کي د ارواښاد اسحاق ننګيال دزوکړي پنځوسمه کليزه لمانځل کيږي .د نامتو شاعر اسحاق ننګيال د پنځوسمې کليزې په وياړ په اروپا کې د افغاني ک� �توري ټولنو د ګډې جرګې په همت ، دنمانځني ددې غونډي ترڅنګ په لغمان کې د ارواښاد ننګيال او دهغه د مېرمنې قب� �ونه د جوړېدو کار هم پيل سوی و چي اوس يې د قبرونو کار بشپړ شوی او د ګنبدې په جوړېدو يې کار روان دی .  د دغو قبرونو د جوړېدو لپاره په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو دغو ليکوالو او فرهنګيانو مرسته کړې ده : علي محمد مجبور ، اکبر کرګر ، صديق کاوون ، عاشق غريب ، زرين انځور ، اکبر بری ، حسن شور ، نظيف تکل ، غلام محمد کامه وال ، افضل ټکور ، علي سعيد ، امين باوري ، ډاکټر شېر ولي شېر ، انجنير حضرت سادات ، م متاز ارمان او نجيب احمدزی .  ښاغلی نجيب احمدزﺉ (په اروپا کي دافغاني کلتوري ټولنودګډي جرګې) په استازيتوب دقبردجوړېدوس� �پرستي کوله    ", دارواښاد اسحاق ننګيال دقبر جوړولو کار بشپړسو 5049,کوچۍ مومند," دکوچۍ مومند ژباړه- جمعه د ١٣٨٥ لمريز کال د ت� �ې ٧   دجاپان د پلازم ېنې ټوکيو د ګريجويټ سکول اوف ميډيسن پوهنتون يوه ساينس پوه چې شينچي کورياما نوميږي، دا خبره  د ازم وينوپه نتيجه کې جوته کړې چې په ورځ کې د يو څو پيالو شنو چايو څښل د زړه د ډېرو ناروغيو لپاره ګټوردي.  نوموړي داخبره د هغه څيړنې پر بنسټ کړې چې دتېرو يوولس کالو راهيسې يې نږدې پر څلويښت زرو جاپانيانو تر سره کړې ده. د دغه څلويښت زره جاپانيانو عمر د څلويښتو نه تر نهه اويا کالو پورې و. د دغه کسانو څخه د شنو چايو د څښلو په هکله د پوښتنو په نتيجه کې ښکاره شوه چې د دغو خلکو يو په څلورمې برخې په ورځ کې يوه پياله شين چای او همدا شان يو پر څلورمې د ورځې پنځه او تر هغو زياتې پيالۍ شين چای څښلو. د دغه څيړنې په لومړي کال کې هيڅ چا د زړه کوم تکليف نه لاره. خو ددغه يوولس کلنې څيړنې په اوږدو کې چې د ١٩٩٤ نه تر ٢٠٠٥ پورې يې دوام لاره، د دغو څ� �ويښتو تنو څخه لس سلنې مړه شول. په دغه مړو شوو کسانو کې نږدې دوه په سلو کې د زړه د ناروغيو او درې په سلو کې د سرطان د ناروغيو له امله  و. د دغې څيړنې پر بنسټ ويل شوي ، هغه کسان چې په ورځ کې د پنځه  يا د هغې نه ډېري پيالۍشين چای څښي ، د هغو خلکو په نسبت چې په ورځ کې يوه پياله شين چای څښي د زړه د ناروغۍ له امله يې د مرګ چانس ډېر کم دی. جاپاني څېړونکې فکر کوي چې په شنو چايو کې د انتي-اوکسيدينت شتون د ناروغيوڅخه د زړه او رګونو د ساتنې سره مرسته کوي. برسېره په دې ويل کيدل چې شنې چای د سرطان لپاره هم ګټور ې اغيزې لري خو د دغه څيړنې څيړونکي په دې هکله کومې نتيجې ته لا نه دي رسيدلي .دې ته ورته نوري په زړه پوري معلوماتي � �يکني بېنواويبپاڼي د ساينس او پرمختګ په برخه کي ولولی . ",شنې چای ( شين چای ) روغتيا ته ګټه رسوي 5050,," دفارياب د شيرين تګاب ولسوالۍ کې د يو وسله وال بريد پر مهال څلور تنه دولتي پوليس وژل شوي دي . د فاريا ب د امنيه قومندان جنرال خليل الله ضيايي د بريد پخلۍ کړي او وايى په دې اړوند يې په سيمه کې پلټنې پيل کړي دي . د زابل ولايت د قلات او شاجوى تر مينځ سيمه او د ميزانې ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمينځ اخ او ډب رامينځ ته شوي دي . د زابل د امنيه قومندان منلې چې يو تن پوليس مړ او ٣ تنه ټپيان شوي دي . ده ادعا وکړه چې چې د يو ملکي وګړي د ټپي کيدو په ګډون ٥ تنه طالبان په دغو بريدونو کې وژل شوي دي . د غزنى ولايت د بند سردې په سيمه کې هم جګړه شوې ده يو طالب وياند ادعا کړې ده چې د پوليسو دري موټر يې له مينځه وړي دي .په پکتيا کې امنيتي چارواکو ادعا کړې ده چې د ګرديز ښار ته نږدې يې ٧ تنه مخالفين نيولي دي . ",فارياب ، زابل، غزني او پکتيا کې اخ او ډب 5051,," د کورنيو چارو وزارت مخې ته د پيږنتون کوڅه کې نن سهار اته بجې ځانمرګي بريد شوي دي . ټولې ورغلې لارې تړل شوي دي او سيمه کې د روغتيا وزارت ډير امبو� �انسونه ليدل کيږي . بريد هغه مهال ترسره شوي چې ددغه وزارت گڼ شمير مامورين د کار په لور روان وو. د مرګ او ژوبلې په اړوند تر دم ګړۍ رسمي وينا نه شته ،مګر عيني شاهدانو بينوا ته وويل ، چې ددغه وزارت ډير شمير مامورين مړه او ټپيان شوي دي .د کابل د جنايى جرمونو د څانګې مشر جنرال علي شا پکتياوال بينوا سره د بريد پخلۍ وکړ او زياته يې کړه ددغه بريد موخه د کورنيو چاروزارت منسوبين وو. ده ومنله چې مرګ او ژوبله لري ،مګر نه پوهيږي چې څو تنه په دغه بريد کې مړه او ټپيان شوي . بريد د کورنيو چارووزارت په هغه دروازه کې رامينځ ته شوي ،چې ددغه وزارت منسوبين دننوتوپر مهال تلاشي کيږي . ښاوخوا ودانۍ او دکانونه هم زيانمن شوي او اټکل کيږي چې يو شمير ملکي وګړي او د نجونو دليسې زده کونکي هم ددغه بريدښکار شوي وي. ", د کورنيو چارو وزارت مخې ته ځانمرګي بريد شوي دي 5052,," افغان دولتي پوليسو نن دوه تنه غ� �ه ، چې کابل ښار کې يې غلاوې کولې نيولي او د يکه توت د کلاوزير په سيمه کې يې دوه بمونه چې د دوى په ويناد چاودنې په موخه ځاى پرځاى شوي وو، پيدا او شنډ کړي دي .د بغلان د پلخمري ښار کې ٣ تنه وسله وال غله نيول شوي اود پوليسو مشر ويلي چې د مسافرينو څخه يې ددوشي ولسوالۍ کې نغدې پيسې د وسلې په زور اخستې دي .همداشان د ننګرهار امنيتي چا� �واکو ٢ تنه شکمن ورانکار د بټي کوټ او ٢ تنه نور د شينوارو په ولسوالۍ کې له يو شميروسلو او چاوديدونکو توکو سره نيولي دي.د لغمان ولايت د اليشنګ ولسوالۍ کې بيا د يوې وسله والې نيښتى پر مهال ٢ تنه مخالف جنګيالي مړه ، � �تنه ژوبل او ٥ تنه نور ژوندي نيول شوي دي .ددفاع وزارت چارواکو ادعا کړې چې يو اندازه سپکه وسله يې هم لاس ته � �اوړي اومنلې يې ده چې د ملي اردو ٣ تنه عسکرپه نيښته کې ټپيان شوي دي. د يو بل رپوټ له مخې د ايساف ځواکونو د کندز د شيرخان بندر په سيمه کې له يو کور څخه ٣ بوجى چاوديدونکي توکي ترلاسه کړي او ٣ تنه شکمن کسان يې نيولي دي .د کابل هوايي ډګر کې سرحدي پوليسو هم ٥ تنه مسافرين ، د يو اندازه پوډرو د قاچاق په تور نيولي دي . ",کابل،ننګرها،بغلان اولغمان کې غله اوشکمن نيول شوي 5053,," د ناټو يو وياند لوک کنيتيک نن يوې خبري ناستې ته وويل چې د ٢٠٠٦ زيږديز کال له پيل څخه تر اوسه د ناټو د ځواکونو په وړاندې د افغانستان په مختلفو سيمو کې ٥٦ ځانم رګي بريدونه تر سره شوي دي، چې له امله يې ١٣١ تنه ولسي وګړي، ٢٧ افغان امنيتي کسان او ١٣ تنه بهرني عسکر وژل � �وي دي . د نوموړي په وينا په دغو بريدونو کې په خپله ٥٦ تنه ځان وژونکي هم له مينځه تللي دي .د ده په وينا د ٦ ځانمرګي بريدونو مخه نيول شوې ده . ",سږ کال ٥٦ ځانمرګي بريدونه شوي دي 5054,," د ايران راديود افغان دولت د يوې نږدې س� �چنيى له خولى خبر ورکړى دي ،چې د افغان دولت او طالبانو خبرى هغه مهال له ماتې سره مخامخ شوي ،چې د پاکستان و� �سمشر جنرال پرويز مشرف په کې لاس وهنه وکړه.راديو ويلي چې حامد کرزي څو موده وړاندې له طالبانو سره پټې خبرى د� �لودي او ټاکل شوې وه چې د سويل پنځه ولايتونه طالبانو ته وسپاري .د راديو د خبر له مخې ،که څه هم د کندهار و� �ايت د سپارلو په سر د اختلاف وړ ټکي د دوي ترمينځ وو، خوکله چې پرويز مشرف خبر شو،خبرى ناکامه شوي او هڅه يې وکړه ،چې کرزي له خبرو ډډه وکړي . ",ددولت اوطالبانو خبرى له ماتې سره مخامخ شوي 5055,," طالب وياند ډاكټر محمدحنيف بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي په كابل كي د كورنيو چارو وزارت مخته د نن سهار بريد ځانمرګى نه وو، نوموړي وويل دا مخكي � �ه مخكي ځاى پر ځاى شوي مواد وه چي د ريموټ په واسطه والوزل شول. دا په داسي حال كي ده چي افغان چارواكي يې ځانمرګى بريد ګڼي او ويل كېږي چي د كو� �نيو چارو وزارت ډېرى كاركوونكي او د نجونو د ليسې زده كوونكي پكښي وژل شوي او ټپيان شوي دي دي. ډاكټر حنيف د لوګر پر چرخ ولسوالۍ او د سمنګانو پر تنګي باندي هم د بريدونو ادعا كوي چي د ده په وينا په چرخ ولسوالي كي يې دوه موټره ويجاړ كړي او له ځاني تلفاتو يې ځان ناخبره ښيي. ",طالبان: د كابل نننى بريد ځانمرګى نه وو 5056,," د هغه بريد له امله چي ويل كېږي ځانمرګى دى او نن سهار د کورنيو چارو وزارت په دروازه کې دغه وزات ته د منسوبينو د ننوتو پر مهال ترسره شو، ٢٠ تنه وژل شوي دي. يودولتي چارواکي، چې د خپل نوم له ښودلو يې ډډه وکړه بېنوا ته وويل تر ٥٤ تنو ډېر ټپيان د کابل ښار � �وغتونو ته لېږدول شوي دي. په ټپيانو او وژل شوو کسانو کې ولسي وګړي او د کورنيو چارو وزارت کارکونکي او مامو� �ين شامل دي. نوموړي وويل د قربانيانو شمېره ممکن تر دې هم ډېره وي، کومه چې اوسمهال د خبري رسنيو د استازو په واک کې ورکړل شوي ده. دکورنيو چارو وزارت خپره شوې پاڼه وايي چې په بريد کې ١٢ تنه مړه اود پوليسو د ٢ تنو افس� �انو په ګډون ٤٢ تنه ټپيان شوي دي . ",د کابل ښار په بريدکې ٧٤ تنه مړه او ټپيان شوي 5057,," تيره شپه د خوست د ګربزو ولسوالۍ د پو� �يسو په يوه امنيتي پوسته طالب وسله والو بريدکړي دي ، چې له امله يې ددغه ولايت د امنيه قو مندان په وينا يو تن پوليس ټپي او يو وسله وال طالب نيول شوي دي . وسله والې نيښتى ٣ ساعته دوام کړي دي. ",خوست کې يودولتي پوليس ټپي اويوطالب نيول شوي 5058,," عبدالله پتمن/كابلدا خبره د ال� �اعده غورځنګ دويم مشر ايمن الظواهري په يوه خپور شوي ويډيو کسيټ کې کړي ده. په دغه کسيټ کې نوموړي بوش دروغجن او د دوى پر ضد جگړه کې ناکام بللى دى. دا ويډيويي فلم چي د انټرنټ په پاڼه کې خپور شوى دى الظواهري د پاپ او سوډان د دارفور سيمي په اړه هم خبري کړي دي. تر دې دمخه د دغه سازمان مشرانو د يوولسم سپټمبر د پنځمي کليزي پر وخت هم يو کسيټ خپور کړى وو، چي پکې ويلي يې وو لوېديځ  پوځونه په افغانستان او عراق کې ناکام شوي دي.كه څه هم د ايمن الظواهري پر سر امريکا ۲۵ ميليونه امريکايې ډالر انعام ايښى دى، خو برسېره پر دې هم نه دي توانېدلي چي دغه كس ونيسي.الظواهري د دارفور په سيمه کې د سوله ساتو ځواکونو د ځاى پر ځاى کولو په اړه وويل چي خلک دي د دوى پر ضد جهاد وکړي ځکه چي هغه صليبي پوځونه دي. د نوموړي په وينا د دوى سازمان د پخوا په پرتله اوس ډېر پياوړى شوى دى. ",الظواهري: امريكا زموږ سره په جګړه كي ناكامه ده 5059,," عبدالله پتمن/كابلد عراق دولت د دغه هېواد په پلازمېنه بغداد  کې له جمعې څخه تر يکشنبې د موټرانو او خلکو پر تګ راتګ بنديز لګولى دى. د تګ � �ا راتګ د بنديز امر د""عراقيه"" دولتي ټلوېزيون څخه اعلان شو. د عراق د لومړي وزير  وياند د دغې پرېکړې د م وخې  په اړه مالومات ورنكړل، خو زياته يې کړه چې په وروستيو ورځو کې په بغداد کې فرقه ييز تاوتريخوالى او چاودنې ډېري شوي دي. له دغو څرګندونو لږ وروسته د سنيانو په يوه جومات کې د ډزو له امله ١٠ تنه مړه او ١١ نور ټپيان شول. د پوليسو په وينا تېره شپه وسله والو کسانو د بغداد په لوېديځ سني مېشته سيمه کې د کاظم عبد الحسين پر موټر چې د صدام حسين د محکمې د مشر قاضې اخښى دى بريد وکړ. پوليس وايي په دغه بريد کې نوموړى وژل شوى او زوى يې ټپي دئ. ", په بغداد كي د موټرانو پر تګ راتګ بنديز لګول شوى دى 5060,,"   دامریکا غږ اشنا تلویزیون نن خپل لوم ړنۍ خپرونې پیل کړې چې له واشنگتن څخه په ژوندۍ بڼه خپرې شوې. ددغه تلویزیون مشر دیوید جکسون په خپل پیغام کې چې ددغه تلویزیون له لارې خپور شو وویل چې دافغانستان خلکو ته زیری ورکوی چې دیو نوي تلویزیون خپرونې گوري جکسون وویل دوی به دافغانستان په اړه خبرونه او نور گڼ پروگرامونه ددغه تلویزیون له لارې خپاره کړي. دا مهال ددغه تلویزیون خپرونې دیوه ساعت لپاره وې نیم ساعت دري او نیم ساعت پښتو چې دملي تلویزیون له لارې له ٤ تر پنځو بجو خپرې شوې. ",اشنا تلویزیون لومړۍ خپرونې پیل کړې. 5061,," هندي پوليس وايي د ممبيى په چاودنو كي د پاكستان د استخباراتي ادارې آى ايس آى لاس وو، دا چاودني په تېر جولاى كي رامنځته شوې چي ۱۸۶ كسه يې ووژ� �.د ممبيى د پوليسو مشر  يوې خبري غونډي ته وويل: ((موږ د جولاى د ۱۱مي د بمي چاودنو دوسيه وڅېړل او مالومه شوه چي ټول بريدونه د پاكستان آى ايس آى پلان كړي  او په لښكر طيبه او د هغوى په پلويانو يې عملي  كړل.))نوموړي وويل په دې چاودنو كي د هند د مسلمانو محصلينو لاس هم څرګندېږي. د هند د پوليسو په وينا په دې تور يې ۱۵ كسه نيو� �ي دي چي يوولس كسه يې پاكستانيان دي.دا په داسي حال كي ده چي د پاكستان د اطلاعاتو وزير طارق عزيز اسوشيټيډ پريس خبري آژانس ته ويلي چي موږ دا ادعا ردوو او له هندي چارواكو غوښتنه كوو چي كه دوى په دې اړه هر ډول شواهد ولري زموږ مخي ته دي يې كښېږدي.دا په يوه اونۍ كي دوهم وار دى چي د پاكستان پر آى ايس آى دا ډول تورونه لګول كېږي، په يوه راپور كي چي د برتانيې د دفاع وزارت له خوا خپور شوى دى راغلي چي د پاكستان آى ايس آى اداره د م� �هبي ګوندونو په لاس په غير مستقيم ډول ترهګرو ته مرسته رسوي.دا په داسي حال كي ده چي افغان چارواكو هم په وار_وار د پاكستان پر استخباراتي شبكه تور لګولى چي په دغه هيواد كي يې طالبانو ته ځاى وركړى، هغوى ته روزونه وركوي او بيا يې افغانستان ته د ترهګرو بريدونو لپاره رالېږي . ",هندي پوليس: د ممبيى په چاودنو كي د پاكستان لاس وو 5062,," افغان ولسمشر حامد كرزى امريكا او كانا� �ا ته له خپل څو ورځني سفر وروسته نن د خبريالانو پر مخ راڅرګند شو.د سياسي څېړونكو په وينا د ولسمشر كرزي د دې وروستي سفر تر ټولو مهمه ليدنه د درو ولسمشرانو كرزي، بوش او مشرف ترمنځ وه، چي د دوى په اند ښايي د ترهګرۍ خلاف مبارزې په اړه يې ډېر تړونونه سره كړي وي،  او ښايي اوس يې د څرګندولو وخت نه وي رارسېدلى. ولسمشر كرزي وويل په هغه درې اړخيزه خبرو كي چي له ولسمشرانو بوش او مشرف سره يې وكړې، پرېكړه وشوه چي له پاكستان سره د پولي په دواړو غاړو كي به د ترهګرۍ خلاف مبارزه نوره هم چټكه شي او زياته يې كړه چي د دواړو غاړو په قبايلي سيمو كي د ت� �هګرۍ خلاف مبارزې په مخ كي د پرتو ستونزو د مخنيوي په موخه به د جرګو جوړولو هڅي پيل شي.تېره شپه د امريكا و� �سمشر جورج بوش هم په خپلو څرګندونو كي د ترهګرۍ خلاف جګړې په اړه وږغېدئ او په دې لاره كي يې د ښاغلي كرزي هڅي وستايلې. ",كرزى: د ترهګرۍ خلاف مبارزه به نوره هم چټكه شي 5063,رحمت اريا," رحمت  � �ریا- کاناډادشمالی اتلانتیک دتړون دسازمان اودافغانستان د اسلامی جمهوریت ګډه خبرتیاژباړونکی : رحمت � �ریاد خبرتیا : انګلیسی اره بڼهhttp://www.nato.int/docu/basictxt/b060906e.htmلنډیز: دګډۍ همکارې دګډون لپاره اډانه (چارچوب) ناتود۲۰۰۵ کال دملی جرګۍ دټاکنو، د بن دلړی دبشپړولو ،دلندن دکنفرانس دپایلو ، په ځانګړی ډول دافغانستان دتړون په اړه دبریا وو دتر لاسه کولو لپاره په خپلې ژمنې ټینګ پاته کیږی تر څو دافغانستان دولت اوله  نورو نړیوالو سازمانونوسره په ګډې  اوږه په اوږه همکاری ، دسوله ایز ، ټینګ او ولس خوښی افغانستان په پښو درولو کې مرسته وکړی . ناتو  په مینځنې او سهیلۍ آسیا او په پراخې کڅې  په نړیوالې ټولنې کې ،په افغانستان کې د ټیکاو اوټینګښت پر ارزښتنمتوب ،او ټینګښت ته دویرو  دهغو ننګونو  درغښت (ماهیت)م نښته  (تصدیق)کوی له کوموسره  چې دافغانستان دولت مخامخ دی  . دافغان ددولت اوږد پړاوې موخه دخپل ټیکاو دپیټی دبشپړې پازوالې (مسوولیت) په غاړه اخیستل دی . ددغې موخې دترلاسه کولو لپاره ، دپیاوړۍ او څرګندۍ نړیوا� �ۍ ژمنۍ دپایښتنې ارزښت دی چی په افغانستان کې ، هم د نړیوالو پوځونو دپلی کولو له لیارې او هم دافغان دملی  ام نیتی او دفاعی اغیزمنو بنسټونو دپرمختګ له لیارې ، ټیکاو ته وده ورکول دي . پدی اړه دناتو هوډ ته یوځل بیا په ټینګار او دولس مشر کرزی غوښتنې ته په ځواب کې چی دپراخو اواوږدمهالو اړیکو دلرلو وړاندیز یی کړی وو، د۲۰۰۵ کال ددسامبر په میاشت کې دټلوالې دبهرنیو چارووزیران له افغانستان سره دهمکارې دکړنلارې په جوړولو هم غږي � �ول . دغه کړنلاره ، له افغانستان سره دناتو ځانګړې اړیکې ته پراختیا ورکوی او دافغانستان دملی چارواکې ، خپ� �واکې اوځمکنې بشپړتیا لپاره دټلوالې دملاتړ څرګندونه کوی . دناتو اود افغانستان اړیکي ددغې کړنلارۍ تر براب� �ولو پوری نه لنډیږی .۲-   دافغانستان دولت او ټلواله منی چی ټیکاو یواځی له پوځی لاری نه شی را مینځ ته کیدای . د ټیکاو راوستنه ، ښې چارواکې (حکومت) ، نیاو (عدالت) ، د لاردود (قانون) خپرېدنې چی بیا روغونه اوپرمختګ ورس� �ه جوګه وی او همدارنګه نړیوالې په ځانګړې توګې سیمه ایزې همکارې ته اړتیا لری . پدې اړه ، د۲۰۰۲ (م) کال ددسامبر په میاشت کې په کابل کې، دافغانستان او له ګاونډیانو سره دښه ګاونډیتوب د اړیکو لاسلیک شوې خبریتا ،ښه ونډه لوبولې ده .   همدارنګه افغانستان ، ویره اچونه ، اورپکي (بنسټ پالنه)  او دنشه یی توکو لیږدونه دټیکاو لپاره ستره ننګونه بولی، او ددغو ویرو د له مینځه وړلو لپاره، له نړیوال ملاتړ او مرستې څخه دبشپړې ګټه اخیستنې او له نړیوالې ټولنې سره وهمکاری ته دخپلې وړتیا دپیاوړی کولو په موخه ،  ځان ژمن بولی .۳- افغانستان منی چی په اوسنی وخت کې نشی کولای دخپل ټیکاو اړتیاووته په بشپړه توګه ځواب ووایی او په افغانستان کې دټیکاو دراوستلو � �پاره دناتو له ونډه اخیستنی څخه په درنښت منندوی دی . افغانستان ژمن دی چی دخپلو ملی ګټو د ساتنی په خاطر خپلو امنیتی او دفاعی بنسټونو ته په بیړنې   توګې پراختیا ورکړی ، د آیساف او له  نړیوالو پوځی ځواکونو سره اوږه  په اوږه په ډیرې اغیزمنې توګې  ګام اوچت کړی تر څو دپه خپل مټ ګام پورته کولو لپاره ، خپلې وړتیا وده ورکړی .  افغانستان ددې دریځ دغوره کولو لپاره چمتو دی چی له ټلوالې  سره خپلی همکارې ته دناتو دغړو هیوادونو دپوځونو په مینځ کې دعملیاتی وړتیا دودی په موخې ، همدارنګه هغه  فعالیتونه چې ددفاعی ریفورمونو دبیاروغوونی ملاتړ کوی ، ددفاعی بنسټونو جوړونه او د ټیکاو دڅانګې دبیا روغونی پوځی اړخونه ، او همدارنګه نوري هغه برخي چې دواړه خواووي  پری سلا شویدی ، لا پراختیا ورکړی   . افغانستان     په اوږده مهال کې ، ددې هیله منددی چې (دنړی په نورو سیمو کې – ژباړونکی) دټیکاو اوټینګښت  لپاره ، دناتو تر مشری لاندی د سوله ساتنی په عملیاتو کې خپله ونډه ګډه کړی   .II – دهمکارې بنسټیزي تلن لاري (اصول )۴- دغه تګ لاره به :  الف :      درغښت او دتوښو (منابع) د شتون له اړخه ، او په هغو ځایونو کې چیری چې ناتو دپام وړ ونډه واخیستلای شی او هم د موخې او هم دوړتیا په اډانه کې ارزښتونه پری ورزیات کړای شی ، او داوسنې بودجې تر چت لاندی که اړینه وب� �یښی  ، دلومړیتوبونو دیوځل بیا کتنې له لیاری – ریښتونی  وي ب :    دافغانی چارواکو دتلن لارې  دڅښتنولې پر بنسټ جوړه او د هغوی دوړتیاوو څرګندوی وی . ددغې موخې د ترلاسه کولو لپاره باید داسی تګ لاره غوره شی چی په نښه شویو اړتیاوو ته ځواب وویلای شی او له هغو افغانی چارواکو سره په نږدی سلامشورو کې  چی ددغې تګ لارې لپا� �ه ځواب ویوونکي ، ګماری ، پلۍ شی .ج  :     دآیساف دعملیاتی ونډی بشپړوونکې وی او کومي هغه لاس ته راوړني چې آیساف  دخپل شته والی له لیاری تر لاسه کړی ، په ځانګړی  ډول په مرکزی افغانستان کې ټیکاو او په کابل کې ددفاعی بنسټونو په لاټینګښت کی مرستندویه  شی .د :   هغه فعالیتونه او د همکارې هغه تګ لاري چې دنورو ښکیلو خواوو له پلوه پلی شوی ، شونو همکاریوته وده ورکول ، او د ورته   نه اړینو هڅو مخنیوی ، په پام کې ونیولای  شی ؛  او همدارنګه دلندن د کنفرانس پایلي بیا په ځانګړی ډول له نړیوالې ټولنې سره دافغانستان تړون چی دګډې هم کارې او څارنې  د څار ډلي (دمدیره هییت ) له پلوه سمبال شوی ، په پام کې ونیسی  . III  دهمکار چاري۵  : دغه تګ � �اره به  :الف   :    دسولې لپاره دګډې همکارې داوزارو ، او دسولې لپاره دګډې همکارې دپه ځیر ټاکل شویو چارو پر بنسټ جوړه وی تر څو دافغانی چارواکو په نښه شویو اړتیا وو ته ځواب  وویلای شی  . ښایی په دې کې په هغو چارو کې دافغانی ګډونولې ګډون ولری کومي چې دناتو دچارواکو او یا دځانګړو هیوادونو دچارواکو ، او دهغو له پلوه کوم چې   په  / او یا  دمرکزی آسیا له پاره سمبال شوي دي   ب  :   د ناتو دټلوالي ډلي به په کې ګډون ولری تر څو دفاعی ریفورم پوری د اړوندو سکالو (موضوعات) په اړه ، ددفاعی بنسټونو پر جوړونو او دټیکاو دڅانګې پر پوځی اړخونو او همدارنګه هغو افغانی تخصصی ډلو ته چې د ناتو له مرکزی دفتر څخه لېدنه کتنه کوی ، تخصصی سلا او م� �وري ورکړی ج   :    هغه چاري چې د ناتو تر لارښوونې لاندی یواځی د افغان ګډون والو لپاره ځانګړي شویدي ، � �که هغه سیمینارونه او کورسونه چی د ناتو د(اوبرامیرګا) په ښوونځی کې تر سره کیږی ، دناتو ددفاع په پوهنتون کې ګډون او هغه چاري چی د ناتو دهیوادونو له پلوه تر سره کیږی ، او دې ته ورته چاری چې په افغانستان کې تر لاس � �اندی نیول کیږی ، ګډون ولری .  اود  :  د،له ترلاسه شویو ملی ازمیښتونو (تجارب) او وړتیاوو څخه ، دعملیاتی څارنې او دکالخواوو (سرپرست) ډلو په ګډون ، ګټه اخیستنه دپلی کولو او جاج اخیستنی ملاتړ ۶- ناتو او افغانستان به په بیلابیلو کڅو یو له بله په نږدی سلا مشورو کې ، دروانو خبرو اترو او سلاګانو لپاره لاره پ� �انیزی تر څو دسلا شویو تګ لارو چارو دبشپړه پلی کولو اوپرمختګ ، څارنه او سمه جاج اخیستنه وکړی .۷ : په دغو سلا مشورو کې به دناتو د غیر پوځی لوړپوړو استازیو  ، د هغه دواک د کڅی پر بنسټ ، او همدارنګه په بروسلز کې دافغانی ماموریت د څانګې له بشپړې  کارونی څخه کار اخیستل وی   .۸- دافغانستان داوسنې اقتصادی وړتیا په پام کې نیولو او په افغانستان کې د ناتو دعملیاتی ښکیل تیا په پام کې لرلو ، ټلوالي [هیوادونه – ژباړونکی] به ددغې تګ لارې دبشپړې پلې کولو له لیارې د دوه اړخیزو، شته(دارایی) ، مل (اضافی) توښو (منابع) شونی توب ، اودخپلو دوه اړخیزو مرستندویه پرګرامونو دهمکاری دشونی توب ، دوړو (مناسب ) کورپاکو جوړښتونو (میکانیزمونو) [ په پ� �اخې کڅې او اسانی لاس بریدنې ته تر ټولو لوړ دلومړیتوب حق ورکول – ژباړونکی ] له لیاری ، د هغو برخو په ګډون چیری چې دتوکو ،و، زیاتوالی ته اړتیا وی  د توکو دبرابرولو دملاتړ ، او دافغانستان د ملی دفاعی او امنیتی بنسټونو ټینګښت – په پام کې ونیسی . چاروته دعادی بیاکتنی په اړه ، ددغه پروګرام دپلی کولو لپاره ، دسولې � �پاره دګډون دهمکارې دمالی سیاست ملاتر به هم وشی .  د پروګرام په بیا کتنې کې به دهغه پر مالی جوړښتونوبیا کتنه ګډون ولری  . د[تلوالې ] هیوادونه به د سولې دګډون دهمکاری لپاره  سارسیا ایزی (معتمده ) ګډون وال (ش� �کتی  )مالی جوړښتونه په پام کې ونیسی .۹:  ددغې تګ لارې پلی کول ښایی د ناتو- افغانستان دسمبالتیا دچارو داسی پرمختګ ته اړه وی چې په هغو کې د اوڅارنې (معلومات )/ لاس وندو (اسناد) راکړه ورکړه او ساتنه ګډون ولری   V—ځواکونه او شته (دارایی ) ۱۰-    په دغې همکارې کې دګډون لپاره ، افغان چارواکي ، نا تو او دهغه ټلواله (هیوادونه –ژباړونکی) به یو له بل سره په سلا مشورو کې دهمکارې دداسې اوزارو په رامینځ ته کولو او کا� �ولو لاس پوری کړي تر څو د افغانی بنسټونو ، ځواکونو ، شتو (دارایی) او د زده کړو داسانتیاوو و برابرولو ته وړ ،او په ګوته کړای شی .  په دې کې به دهغو [څانګو/هیوادونو –ژباړونکی] په نښه کول ګډون ولری چی په اډانه کې دننه داړینی عمیاتی وړتیا دکڅی او د افغان د ملی پوځ دپیاوړی وړتیا دپرمختګ لپاره ، دسیستماتیکې کړنلارې په جوړولو او د جاج اخیستنې لړۍ په کې برخه واخلي .  وروستنی پایله ایز حالت ، یو دمنلو وړ او مسلکی پوځی ځواک دی چې د افغانی چارواکو ملاتړو کولای شی او په هیواد کې ټیکاو او ټینګښت و ساتلی شی ، له نړیوالو نورمونو (معای� �) سر ه برابر او پرته له بهرنې مرستې څخه وي VI—دهمکارې بنسټیزی څانګي۱۱- دهغې تلن لارې (اصول) تر سیوری لاندی چې په څلورم ټوکر لیک (پاراگراف ) کې ویل شویدی ، دغه تګ لاره (پروګرام) به پر -   دفاعی ریفورم ، ددفاعی بنسټونو پر جوړونی ، د ټیکاو د څانګې دریفورم پر پوځی اړخونو ، او همدارنګه پر نورو هغو برخو چې د ناتو او د افغانستان له خواوو په دوه اړخیزې توګې په نښه کیږی ، د افغان د ملی پوځ او د ناتو د غړو هیوادونو په مینځ کې د کارکولو  دعملیاتی وړتیا په ګډون  – نیغه وی . ددفاعی تګ لارې په جوړولو او په ریفورم کې د ناتو دپراخې تجربې په پام کې نیولو ، دغه تګ لاره به د افغان دولت دهڅو ملاتړ په لاندی نیو برخو کې وکړی :oد افغان دملی دفاعی او دټیکاو ، وړند (مناسب )و، رڼو (شفاف)، اغیزمنو اوپه ډیموکراتیکې توګی څارل شویو بنسټونوپر مختګ چی له ښې کاری وړتیا څخه برخمن او له نړیوالو نورمونو سره برابر او په دغه برخه کې د سرمشریزو هیوادونو دهڅو بشپړوونکي وي o  د ملی ټیکاو د ستراتیژی او د ملی پوځی ستراتیژی  او د اړوندو ستراتیژیکو تګ لارو دجوړښتونو او پړاوونو په ګډون – دیو پوهی وړ دفاعی او امنیتی بنسټ جوړونه .oدناتو او د افغان د ملی پوځ په مینځ کې د کا� �ی عملیاتی وړتیا پياوړی کول چې هغو ی ته دافغانستان د ملی ټیکاو د مخ په زیاتیدو دپازوالی (مسوولیت) دپه غاړه اخیستنې لپاره لاره پرانیزی ؛ په دې کې به دځواکونو ګمارنه ، د ، شتو (دارایی) او دزده کړو داسانتیاوو ب� �ابرونه چی په موخه به یی وکولای شی په   سیستماتیکې تګ لارې جوړه ونې او د جاج اخیستنی په لړیو کې دګډون وړتیا ولری ، او په دې کې به داړینو توکو پیژندنه ، لوژستیک ، د زده کړو اودښوونې او روزنې اړتیاوي ، د نا تو  /  دسولې لپاره د ګډون د همکاری په ټاکل شویو تمریناتو کې ګډونولې وی چی پر بنسټ به یی د سلاشویو کاری عملیاتی وړتیا ووموخي تر لاسه شی .oددوه اړخیزو تګ لارو له لیاری دمرستی برابرونه چې دافغان د ملی دفاع دپوځونو وړتیا پیاوړی او په ټاکلی وخت کې د هیواد په هر ګوټ کې دپلی کیدلو وړتیا ولری . په دغو مرستو کې دا� �وتکو دچلونکو او غړو برابرونه او تخنیکی زده کړي ګډون لری او همدارنګه د ناتو د غړیو هیوادونو د سمبال � �ویو دوه اړخیزو مرستو برابرونه ده چی په کې  به دپوځی توکو او بنسټیزو اسانتیاوو او تخنیکی مرستو برابرونه او د منښت وړ اړتیاووته ځواب ویل بر خه ولری oدکوچنیو او سپکو وسلو ، پوځی مهماتو ، دتوکو دبرخو دلړ� �یکونو (فهرست )       APL،دهوایی دفاع – انسان وړونکو جوړښتونو (سیستم )       ADS MANP   دکافی زیرمو دسمبالو� �و رامینځ ته کول ، د اضافی زیرمو دخوندی له مینځه وړلو د اړتیاو دڅیړنو په ګډون ، او ددغو زیرمو د ویرو د کم ولو لپاره د ساریسا ایزی (معتمده) شرکتی بسپنې د برابرولو د شونی توب څیړل oدټلوالې دهیواونو له ملی بنسټونو سره اړیکو ټینګولو ته لاره پرانیزل ، همکاری کول او دتجربو راکړه ورکړه چی د وسلو دڅارنې دتړونونو ، د لوزنامو دپلی کېدلو دڅار ملاتړ وکړی اوپر پوځی لارښوونو باندی د څو ولسیزو دوسلو د لیږدیدو دڅار رژیم او دتوکو او دتکنالوژی له دوه اړخیزې کاروړنې سره جوړه کېدل .oله عملیاتی تګ لارې     N OPLA سره په سمون کې ، دنشه یی توکو پر ضد ، دافغانستان ددولت دهڅو ملاتړ .oله انسانی قاچاق سره په جنګغاړه کی دپوځی ګامونو دپو� �ته کولو په اړه ، دناتو دپالیسې پر بنسټ ، ناتو به د همکاری دپرمختګ او ساتنې کوټلی ملاتړ کوی او دانسانی � �اچاق په جنګغاړه کې دپازوالو (مسوول) چارواکو دهڅو ملاتړ .oد سرحدی ټیکاو په برخو کې د سر مشریزو هیوادونو دهڅو بشپړوونکې او مرستندوی ، غیر پوځی (ملکی) څارنې او اړوندو جوړښتونو ته وده ورکول لکه ،رڼه قانون جوړونه ، هغه سازمانونه چی د    سرحدی ټیکاو او څار پازوال او دقانون دپلی کولو دعملیاتو سمبالتیا په غاړه لری ، او د اړینوزده کړو پیژندنه oدناتو له کړنلارو سره سم او دټلوالی دملی بنسټونو په پام کې نیولو سره ، د غیر پوځی بیړنې تګ لاری دجوړولو په برخه کې دهمکاری پراخول oدفاعی او دټیکاو دبنسټونو و پ� �سونل ته ژبنې زده کړه ورکول تر څو د سلاشویو موخو دکاری عملیاتی وړتیا ملا تړ وکولای شی.oدهوایی ترافیک د سمبالولو اغیزمنې پوځی/ غیر پوځی (ملکی) همکارې ته پراختیا ورکول oددفاعی او د ټیګاو دسکالو (موضوعات) په اړه ، ددفاعی ریفورم ، ددفاعی بنسټونو د جوړونی او د ټیکاو په څانګې کې پوځی اړخونه ، د افغانستان د ملی دفاع دپوځونو او دناتو دپوځونو، دافغانستان دسیمه ایز پراخوالی په اړه ، - د وګړو دپوهاوی لوړول او په دغه اړه وګړوته د کلیدی پيغامونو دودې ورکولو د لیاری په ګډون . اوo [ دناتو دساینس Virtual Highway Skill project   په افغانستان کې د مجازی لویی لاری  د پروژی یااو تکنالوژی هغه پروژه چی د کمپیوټر د انترنت د ځالګیو یا شبکو � �ه لیاری په کار اچول شویده – ژباړونکی ] په  کارول تر څواو څارونو (معلومات) ته په آسانی لاس ته راوړل  شی او ددغی تګ لاری د بریالی پلی کولو جوګه شی جپ دیل هوپ سکیفر حامد    کرزی               د افغانستان داسلامی دولت جمهور رﺋیس   د شمالی اتلانتیک دتړون دسازمان سکرتر جنرال   ",دشمالی اتلانتیک دتړون دسازمان اودافغانستان د اسلامی جمهوریت ګډه خبرتیا 5064,هارون خپل - لندن," بيا د يار پر کوڅه بل دي څه او� �ونه               بيا اغيارو څه شبخون کړ، يرغلونهزما دميني بڼ په وينو کي کرنګ سوچي خونخور اغيار پرې  وکړه ګوزارونهلا غوټيو يې خوله نه وه خلاصه کړېچي د مرګ خزان پرې راوړه توپانونهيو زه نه يم چي په غشو يې خونبار کړمدې خوني اغيار ډېر خاوري کړه سرونهد وحشت لمبې يې خېژي تر اسمانهاژدها غوندي پرې سوځي دريابونهپه هيڅ رنګ يې زړه له ظُلمه نه سړيږيوران، ويجاړ کړي، ناروا کوي خونونه که هر څو يې روغي، جوړي ته را بولمنه هيڅ نرخ مني، نه تيږه، نه خواستونهربه! خپل او پردی ټول � �اته اغيار سوهنن د چا له بې رحمۍ کړم فريادونهزه هارون د يار په اور کي ستي ښه يمنه « لندن » کي چي ګا� �م درد، شوګيرونه ", اغيار 5065,," د برازيل ولسمشر لويس اينا سيو لودا سيلوا په ټول هېواد کې د مسافر وړونکي الوتکى د نسکوريدو له امله چې تر ١٥٠ تنو ډيرې سپرلۍ يې درلودې ٣ ورځې ماتم اعلان کړي دي . د ولسمشر يو وياند ويلي په الوتکه کې ټول سپاره کسان مړه شوي دي . الوتکه د تيرې چهار شنبې په ورځ د ماتو ګرولو په سيمه د امازون په ځنګلونو کې د ناڅرګند لامل له مخې غورځيدلى ده . ",برازيل کې ٣ ورځې ماتم اعلان شوي دي 5066,," د فراه امنيتي چارواکو ويلي چې ددغه ولايت د خاک سفيد په ولسوالۍ کې د افغان او ايساف د گډو عملياتو په ترځ کې ٢٩ تنه شکمن کسان نيول شوي دي . چارواکوتور � �ګولى دي چې دغو کسانو غوښتل ورانکاره عملونه ترسره کړي . د چارواکو د وينا له مخې يو اندازه وسله هم له نيول � �وو کسانو څخه تر لاسه شوي ده . ",چارواکي : ٢٩ تنه شکمن کسان فراه کې نيول شوي 5067,," د هرات ولايت پوليسو تيره شپه د هرات ښار په يو استوګن کور ددغه ولايت نوي ټاکل شوي پوځي څارنوال د ٢ ميرمنو په گډون له ٨ تنو نورو کسانو سره په داسې ح ال کې نيولى ، چې د شرابو په چښلو بوخت وو. د هرات پوليسو په دغو کسانو د زنا او شراب چښلو تورلګولى دي . د هرات د پوليسو مشر جنرال محمد ايوب سالنګي له بينوا سره د پيښي پخلۍ کړى او وايى له نيول شوو کسانو څخه پوښتنى پيل � �وي دي. ",د هرات نوى ټاکل شوي پوځي څارنوال ونيول شو 5068,," د کندهار امنيتي چارواکو ددغه جيل څ خه نن هغه ٨٤ تنه بنديان خوشي کړل ، چې څو ورځې وړاندي پاکستاني چارواکو ،په دې تور چې له طالبانو سره تړاو لري ، افغان چارواکو ته سپارلي وو . دکندهار وياند داود احمدي له بينوا سره وويل ، چې نوموړي کسان هغه بې ګناه انسانان دي ، چې د خوارى او غريبى په موخه پاکستان ته تللي وو. خوشي شوي کسان د پاکستان د بلوچستان د کوټه ښار او نورو سيمو کې د پاکستاني پوليسو له خوا نيول شوي وو. داود ومنله چې له يو لړ پوښتنو وروسته دغه کسان خوشي � �ول . ډيره نيول شوو کسانو له بينوا سره د پاکستاني پوليسو او امنيتي چارواکو د ناوړه او بد چلند څخه شکايت کوو. ",د کندهارله جيل څڅه ٨٤ تنه بيګناه کسان خوشي شول 5069,," کندز کې امنيتي چارواکو منلې چې د شخصي دښم نيو له مخې ددغه ولايت د ارچى ولسوالۍ د صوفي زمان کلي کې د جمعى په شپه د يوې کورنۍ ټول ٧ تنه غړي د ناپيږاندو کسانو له خوا په ډله ايزه توګه وژل شوي دي . د کندز د پوليسو مشر سيد احمد سامع له بينوا سره د پيښي پخلۍ وکړ او وايي دوه تنه شکمن کسان يې نيولي دي . په وژل شوو کسانو کې يو ٥ کلن ماشوم جنت ګل او د نوموړى کورنۍ ميرمنې هم � �ته . ",کندزکې ديوې کورنۍ ټول ٧ تنه غړي وژل شوي دي 5070,," په څلويښت جريبه ځمکه کې د ٦ سوو زرو ډالر په � �ګښت د ايټاليا د بيارغاونى د ډلې په مرسته هرات کې دماشومانو نوي روغتون جوړيږي . د دغه روغتون د جوړولو کار به د چارواکو په وينا ٦ مياشتى وخت ونيسي او درى سوه پنځوس بسترى به ولري . ددغه روغتون ډبره تيره ورځ په داسې ح ال کې چې د بيارغاونى د ډلې يو شمير پوځي چارواکي او دولتى مامورين حاضر وو ، د روغتيا دوزير ډاکتر فاطمي له خوا کيښودل شوه . ",هرات کې د ماشومانو نوى روغتون جوړيږي 5071,," د ايساف په خپره شوي پاڼه کې راغلي چې بادغيس کې د ولايتى بيارغاونې په ډله پورې اړوند هسپانوي ځواکونو ٢٠ ټنه اوړه او وريجى ددغه ولايت له يو شمير هغو کورنيو سره مرسته کړي ده ، چې د وروستيو وچکاليو له امله سخت ځپل شوي دي . د پاڼې له مخې مرسته د سنګ اتش سيم ى له اوسيدونکو سره شوي ده . پا ڼه وايي چې دنورو سيمو اړوندو کورنيو ته به هم دا ډول مرستې برابرى کړي . ",د بادغيس له وچکالى ځپلوکورنيو سره مرسته شوي 5072,," د غزني د پوليسو مشر له بينوا سره ادعا وکړه چې پرون يې د ددغه ولايت د اب بند ولسوالۍ دکنډو سيمه کې د طالب جنګياليو يو سيمه ييز قومندان ملا مجب ال� �ه يو ځاى له ٢ تنو طالب وسله والو سره نيولى دي . ده وويل يو اندازه وسله هم د پوليسو لاس ته ورغلى ده . ياد شوي قومندان د افغان او ائيتلاف د ځواکونو د ګډو عملياتو په ترځ کې نيول شوي دي. ",يوسيمه ييزطالب قومندان غزني کې نيول شوي دي 5073,," د تخار ولايت د پوليسو مشر خبر ورکړي دي ، چې ٢٥ تنه شکمن ورانکار ددغه ولايت د پوليسو له خوا نيول شوي دي . نوموړى وايى دوى رپوټونه درلودل چې يو شمير ترهګر د ځانمرګو او ورانکارو عملونود ترسره کولو په موخه دغه ولايت ته د ننه شوي او دوى لا دې وړاندې دغه کسان تر خپل څار لاندې نيولي وو.نوموړي کسان د جلاو عملياتو په بهير کې نيول شوي دي . همداشان ائيتلافى ځواکونو د فارياب ولايت د ګرزيوان ولسوالۍ کې په جميعت پورې اړوند يو پخوانى قومندان قادر سر حوضي نيولى دي .د دغه ولايت د پوليسو مشر وايى د نوموړي د نيولو په اړوند ورسره خبره نه ده شوي . ",تخار کې ٢٥ تنه شکمن ورانکار پوليسو نيولي 5074,," د ولسي جرګي د عدلي او قضايي کميسيون د � �پوټ له مخې ټول ټال ٢٢٠٦ تنه د پلچرخي جيل کې بنديان دي چې ٦٣ تنه يې ښځينه دي. ددغه کميسيون د يو غړي محمد باقر شيخ زاده په وينا د ملي امنيت په جيل کې ٢٤٠ تنه او د څرخي پله په جيل کې کابو ٦٠٠ تنه بنديان بې برخه � �يکه پراته دي . د نوموړي په وينا ملي امنيت ٥٤٠ تنه سياسي بنديان لري .له دې وړاندې د افغانستان لوى څارنوال هم ويلي وو ، چې ډير شمير بنديان بې برخه ليکه په جيلونو کې پراته دي . ولسي جرګې د کميسيون د وړانديز له مخې پ� �يکړه وکړه و چې د زياتو معلوماتو په اړوند د عدليې وزير ، لوى څارنوال اود سترې محکمې يو تن غړىي د ولسي جرګې ناستې ته حاضر شي او په دې اړوند معلومات وړاندې کړي . همداشان په ناسته کې د بنديانو، کورنيو،بهرنيو او غير � �انوني جيلونو د شتون او حالت د څيړنو په موخه يو ٧ کسيز پلاوى وټاکل شو . ",٦ سوه بنديان بې برخليکه شپي او ورځي تيروي 5075,," د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ تيره شپه د مخا� �فو وسله والود توغنديو تر بريدلاندې راغلې ده . د پکتيکا والي خپلواک له بينوا سره ومنله چې د هېواد دښمنانو ٨ توغندي په دغه ولسوالۍ توغولي دي، چې ځانى او مالي زيان نه لري او په غير استوګنو سيموکې لګيدلي دي. ",په برمل ولسوالۍ د توغنديو بريد شوي دي 5076,," ميرويس جلالزى/كابل په افغانستان كې د تېرو پنځو كلو جګړو اوتباه كونكو خونړيو نښتو ډېر څه په ثبوت ورسول چې طالبان او د هغوي پلويان يوازي په پوځي ځواك له منځه نشي تلاى.شايد، وروسته داسي شېبي راشي چي په ترڅ كې يې له طالبانو او نورو نا� �ضيانو سره خبري وشي، خو تر دې مخكي بايد يو څه وكړو، هغه دا چي موږ بايد په دې پوه شو چې هغوى څوك دې.د افغانستان تر نيمايې ډير وګړي پښتانه دې او طالبانو د خپل حكومت پر وخت او وروسته له هغه چې مات شول د خپلو س� �تېرو په جوړښت كې له دې قوم څخه ډېر كسان تر لاسه كړل، او په دې كي شك نشته چي د طالبانو ډېرى ملاتړي پښتانه دي.په هغو نړيوالو هڅو كې چې له طالبانو څخه د عامو وګړو د بېلتون لپاره له ۵ كلو راهيسي پيل شوي، پښتنو هوم� �ه څه نه دي كړي چې نړيوالو ترې تمه درلوده.هغوى دا موضوع په ثبوت ورسوله چې دوى د طالبانو په وړاندي هغسي م� �اومت نه دى كړى، لكه  هزارګانو، تاجكو او ازبكو توكمونو چي په خپلو سيمو كې د طالبانو او د هغوي د بهرينو م لګرو د نابودۍ په وړاندي كړي.دا خو روښانه خبر ده چې پښتانه تر بل هر چا مېلمه پال دې  او نړيوال هم په دې پوهېږې،  خو پوښتنه دلته ده چې ولي پښتانه په افغانستان كې د ملګروملتونو د امنيت شورا په سلا د راغلو سرتېرو او مرسته كونكو ډلو سره د مېلمه سلوك نه كوي؟؟كله چې طالبانو په افغانستان كې ماتي وخوړه له هغه مخكې د هغوى په ډلو_ډلو عرب، بنګلدېشي، پاكستاني، ازبكستاني او چيچنيايي ملګري له پلازمينې او ځينو ولايتونو لكه كندهار، ننګرهار، غزني، پكتيا، پكتيكا او نورو ولايتونو په ځينو سيمو كې له خپلو كورنيو  سره يو ځاى مېشته وو. له داسي سيمو يوه هم د كابل وزيراكبرخان مېنه وه چې اوس پكې ډېرى بهرني وګړي او د حامد كرزي د كابينې ځيني وزيران ژوند كوي.مخكې له دې چې په شمال كې د امريكا په ملاتړ شمالي ټلواله د طالبانو په وړاندي د شديدي جګړي لمن د كابل په لور را پراخه كړي، د طالبانو د ځينو مشرانو په وينا د طالبانوعالي رتبه مامورين  په دې خبر وو چې داځل جګړه ډېره خطر ناكه ده، ځكه چې پكې د نړۍ سوپر پاور امريكا مستقيمه ونډه درلوده.د طالبانو مشران خو د عم� �ياتو له پيل څخه په دې خبر وو چې حكومت يې ړنګېږي، نو بايد وختې يې له دې هيواده يا خو پښې سپكې كړي واى او يا هم خوندي سيمو ته كډه شوي واى.دلته د افغان طالبانو لپاره د خونديتوب چانس ځكه ډېر وو، چې هم په ژبه پوهېدل او هم په سيمه كې بلد وو، خو د بهرنيو طالبانو لپاره دا چانس نه وو.هغوى د افغانانو له همغه ځانګړتيا (مېلمه پالني) څخه بيا هم ښه ګټه واخيسته، بهرني طالبان او د اسامه بن لادن په مشرۍ د القاعده ډلي پلويان په خاصه بيا پاكستانيان اوچيچنيان له خپلو ماشومانو سره يو ځاى له كابل څخه لوېديځ ولايت غزني ته او له هغه ځايه د سيمي د عامو استوګنو په توده مخه ښه د پكتيكا ولايت مركز  ښرني ته، وروسته موسيخېل  له هغه ځايه يا خيل، بيا يوسف خېل او ورپسې له وازه خوا ولسوالي څخه  په تېرېدو د بادنې  سرحدي ټك ته  ورسېدل او له سرحده په تېرېدو د ږ وب يا  فرسندي بازار او له هغه ځايه د  شمالي وزيرستان اصلي ښار ميرانشاه  ته ورسېدل.عيني شاهدان وايې هغه وخت چې د عربو ځيني كاروانونه له همدې لاري تېر شول نو امريكايې قواوو په دې پلمه چې د هغوى مخه ونيسي ځيني لاري تر بريد لاندي ونيولې. ويل كيږي كله چې امريكايي قواوو  ځيني كاروانونه په نښه كړل نو طالبانو او د القاعدې ډلي بهرنيو جنګيالو له خپلو كورنيو سره يو ځاى د پكتيا ولايت څخه د خپلې تيښتې لاره د نقشي له مخې  بدله كړه.هغوى د ښرنې له ښار څخه د ارګون ولسوالي په تېرېدو د برمل په ولسوالي هم واوښتل او ځانونه يې له خپلو موټرو سره يو ځاى د  انګور اډې سرحدي ټك ته ورسول.انګور اډه له شمالي وزيرستان سره په ګاونډ كې پرته ده او كله چې تښتېدلي كډوال دې سيمي ته ورسېدل نو ځانونه يې ډېر خوندي وګڼل او سوكه_سوكه د ميرانشاه ښار ته ورتوى شول. دا سيمې چې بهرنيو جنګيالو پكې په ساعتونو_ساعتونو مزل وكړ ټولي د پښتنو اړوند دي.پښتانه چې د افغانستان د نفوس غوڅ اكثريت جوړوي له ډېري مودې د افغانستان ولسمشران له همدې توكمه ټاكل شوي دي، خو د هغوى تر څنګ ازبك، تاجك او هزاره توكمونه هم ځان د پښتنو په شان حقدار بولي. خو د دې ټولو څلورو توكمنو په وړاندې امريكايان، او د هغوى نور اروپايي او اسيايي متحدين چې د نړيوال سوله ساتي ځواك په چوكاټ كې سرتيري لري د كتونكو په څېر ځاى پر ځاى پاتي دي .شايدچې په موقت ډول د هغوى په وړاندي د نه ښه راغلاست خبري وشي، يا خو شايد هم چې د ستري ب� �يټانيا او د روس په شان  چلند ورسره وشي.كه څه هم  ډېرى شمېر غير پښتانه طالبان نه خوښوي  خو دا مهمه ده چې په ياد يې ولرو، كله چې په ۹۰ مه لسيزه كې د كمونستانو په مشري د افغانستان جمهوري ديموكراتيك نظام د م جاهدينو له خوا ونړول شو، نو پښتنو هم په دې جهاد كې ونډه لرله او دا كار د افغانستان د بېلا بېلو توكمونو هزا� �ګانو، بلوڅانو، تاجكانو، پشه يانو، ګوجرو او داسي نورو  له خوا وستايل شو.ځيني افغانان په دې باور دي چې د ۱۹۹۰ ميلادي كال په ورستيو كې كله چې جهاد برياليتوب ته ورسېد د هغه تر شا هم د عربو او پاكستانيانو لاس وو.خو په دې هم بايد پوه شي چي كېداي شي د طالبانو ورستي كړه وړه د دې سبب شوي وي چې د افغاني وګړو او د هغوى په له منځه وړلو كې يې له بهرنيانو سره مرسته كړي وي، نه دا چې له هغوى سره په جوړښت كې بهرنيان وو.اوس داسي خب� �ونه كله ناكله اورېدل كيږي چې كه له طالبانو  سره  د بن د تړون پر وخت خبري شوي واى، نو اوس به په افغانستان كې داسي حالت نه وو چې ځانمرګي بريدونه وشي، ښونځي وسوځول شې، انجينران، عام وګړي او ډاكتران ووژل  شي.د ۲۰۰۰ ميلادي كال په اكټوبر مياشت كې د طالبانو د واكمنۍ پر مهال د هغوى مشر  ملا محمدعمر له شمالي ټ� �والي سره د مذاكرې لپاره خپل چمتوالى ښوولى وو، خو په دې شرط چې د خبرو اترو  لپاره هرڅه د ملګروملتونو  په منځګړيتوب تر سره شې. خو پوښتنه دلته راپورته كېږې چې كه د طالبانو له ځينو مشرانو څخه د بن د غونډي پر مهال غوښتنه شوې واى چې دې غونډې ته ورګډ شي آيا طالبانو به دا غوښتنه منلې واى؟؟؟نو دا خبره خو ځكه د عقل له محدودې لري ده چې له يوې خوا په دې غونډه كې د طالبانو د حكومت د ړنګېدو تړون د نړيوالي ټولني، شمالي ټلوالي او په لوېديځ كې د ځينو افغانانو تر منځ لاسليك كېدى او له بلي خوا د هغې ديموكراسۍ د زېږېدو پر سر خبري كېدې چې اوس د څارونكو په وينا د ماشوم غوندي يوازي خاپوړي كوي.په داسي حال كې چې طالبانو په افغانستان كې د خپلي واكمنۍ د ړنګېدو خبر په خوب كې هم نه وو اورېدلى.ډېرى طالبان په دې خيال وو چې كه دوى ټول افغانستان لاندي كړي نو ورپسې پلان به په ګاونډي تاجكستان او له هغه ځايه په روسيه وې .د صفت ګل په نامه يو طالب چې د عدليې په وزارت كې يې كار كاوه يوه ورځ دا هم وويل چې د دوى مشرتابه دا هم غواړي چې يو ورځ په چيچنيا كې له خپلو وروڼو سره يو ځاى شې او د هغوى آرم انونه هم پوره كړي.خو اوس حالاتو ته په كتو داسي نتيجه ګيري كېداى شې چې د افغانانو كور  (افغانستان) خو د ج� �ګو او مركو كور ده  آيا ملاعمر افغان نه ده؟؟؟واضح خبر ده چې هغه وايې زه افغان يم! او يو ځل يې د خپلې واكمنۍ پر مهال د خپل هيواد د آرامۍ او سوكالۍ لپاره له خپل سرسخت دښمن (شمالي ټلوالې) سره د خبرو اترو غوښتنه هم كړې وه.نو اوس ولي هغه او د نوموړي پلويان نه غواړي خبري اتري وكړي په داسي حال كې چې د پارلمان د ځينو غړو په وينا له ملاعمر  او د هغه له سيميزو مشرانو څخه په وار وار دا غوښتنه هم شوي ده .افغان ولسمشر حامد ك� �زي خو په وار_وار له ملاعمر څخه غوښتنه وكړه چې ناپوه، كم عمره او د بل زامن دې په يوه او بله بانه وژلو ته نه ورمخې ته كوي، او كه ډېر باتور وې نو په خپله دې د جګړې ډګر ته راووزي.آيا ملا محمدعمر به په همدې دليل چې كرزى ورته ګواښنه كوې نه غواړي له دولت سره خبري اتري  وكړي؟؟؟شايد چې داسي نه وې او په قوي احتمال اوس داسي ښكاري چې د ملا محمدعمر پر سر يو بل عمر هم شتون لري خو دوهم عمر افغان نه بلكي بهرنى دى.رپوټونه وايې چې په افغانستان كې د طالبانو د واكمنۍ پر مهال تر هر بل چا د ملامحمد عمر امر د لومړي لمبر اطاعت ځاى لري خو او س ويل كېږې چې نوموړى هم د ځينو نورو كسانو تر امر لاندي دى  او د طالب جنګياليو پخوانۍ قومانده هم اوس منسجمه نه ب� �كي په هره سيمه او هر ولايت كې پكې توپير ليدل كېږي او جنګي همغږي هم په طالبې كړو وړو كې وجود نلري.خو دا به وخت ثابته كړي چې آيا په مطبوعاتو كې خپرې شوې اوسنۍ ګونګسې چې د ناټو مشران له افغان دولت سره په ملګريتوب  غواړي له طالبانو سره خبري اتري وكړي او هغوى ته په سياست كې ونډه وركړي حقيقت لري كه څنګه ؟ ",ملا محمدعمر مذاكره كوي؟ (د ميرويس جلالزي ليكنه) 5077,," دبېنواويبپاڼي د درنو لوستونکو د پرله پسې غوښتنو پر اساس داس� �ام او مذهب دبرخي له پاره په ږغ کي د يوشمېر مهمو اسلامي معلوماتو دوړاندي کولو په شروع کي دادﺉ دلومړي ځل له پاره داسلام دمبارک دين د څلورو امامانو څخه دامام ابوحنيفه رحمة الله عليهِ دسيرت ، علم  اوژوند د ډېرو نورو برخو په اړه ، او همدا ډول په اسلام کي د ښځو ، هغوﺉ د ژوند ، اوحقوقو په اړه دقرآن او حديثو په رڼا کي په مفصل ډول سره دلسګونو بېلابېلو کسيټونو څخه ر اټول سوي معلومات دانټرنټ له لاري په يوه کليک سره اورېدلو ته وړاندي کوو . ددغو معلوماتو د ټولولو اوبېنواويبپاڼي ته په رالېږلو کي په جرمني کي دهامبورګ مېشتي افغان ښاغلي امان الله ناصري زيار او هڅي ستايو اومننه ځني کوو . هيله ده په غور سره يې واورﺉ . او په اړه يې موږ ته خپل نظر راولېږﺉ . ۱ - دامام ابوحنيفه نعمان  او نورو نورو دريو امامانو په اړه څېړنيز معلومات   دغه م علومات  پر 42 برخو وېشل سوې دي ، تاسو د ميډياپلېر  يا  ريل پلېير پذريعه مخکنۍ يا وروستۍ ټوټه اورېدلای سی . (ټولوونکی اووياند: حاجی عنايت الله - سعودي عربستان ) ۲ - (ښځه او اسلام) (سحر او جادو ) او نوري م وضوعګاني داسلام له نظره    دغه مع� �ومات پر 51 برخو وېشل سوي دي، تاسو د ميډياپلېر  يا  ريل پلېير پذ� �يعه مخکنۍ يا وروستۍ ټوټه اورېدلای سی . (ټولوونکی اووياند: حاجی عنايت الله - سعودي عربستان )   ",بېلابېل اسلامي معلومات (( په ږغ کي )) 5078,جمال ګيلاني," جمال ګيلاني د افغانستان لوى څا� �نوال عبدالجبار ثابت وړاندې تر دې چې لوى څارنوال شي د کورنيو چارو وزارت د حقوقي چارو سلاکار او خداى شته په خپل کار کې ډېر بريالى هڅاند او غښتلى وو ،له نوموړې دندې وروسته د لوى څارنوال په توګه ده د خپلو ټاکل کېدو پر مهال د افغانستان په ولسي جرګه کې د خلکو ټاکل شويو استازو ته وويل چې په څارنوالۍ کې ګڼې ستونزې دي او ضرور به يې له منځه وړي دغه راز يې د فساد پر وړاندې هم کلک ټتر وواهه او سوګند يې ياد کړ چې د خداى او خلکو په مرسته به د فساد پر وړاندې خپله مبارزه کوي او نه به پرېږدي چې د کار پر مخ کې يې څوک خنډ شي ، بل لورى نوموړى يوه ورځ د دولت د کابينې اونيزې غونډې ته هم بلل شوى وو او د ولسمشر او ټولې کابينې پر وړاندې يې د فساد سره خپله کلکه مبارزه اعلان کړه ،کرزي ورته وويل چې زه دي تر شا ولاړ يم زما له دفتر نه يې شروع کړه خو فساد له منځه يوسه .د اوږدو څڼو او جګې ونې خاوند جبار ثابت هم د کرزي ددغه قوي ملاتړ سره خپل کار ته مټې را بډ وهلې او په رسنيو کې يې د خپل فعاليت غږ پورته کړ چې  د خلکو په منځ کې يې سترې هيلې پيدا کړې چې ګواګي دا سړى به ددغه غم ځپلي هېواد د ګڼو ستونزو څخه يوه  پيڅکه ټوله او فساد به له منځه يوسي .ښاغلي ثابت په لومړي سر کې يې د جميعت اسلامي د يوه جګبوړي کس او د اط� �اعاتو او کلتور دپخواني وزير صديق چکړي   سره خپلې پنجې ټينګې کړې ثابت وويل چې چکړي د خلکو په شخصي شتمنيو زور زياتى کړى او قانون ته غاړه نه اېږدي بايد ضرور د محکمې مېز ته را کش کړى شي آن تر دې چې لا څو ساعته يې وټاکل چې په دومره ساعتونو کې به ښاغلى چکري څارنوالۍ ته سپارل کېږي .د ثابت د دغه منډو ترړو پايله ډېر زر او بې نتيجې وه او د جګپوړو افغاني چاروکو په گڼو ټلفونونو يې صديق چکري له هر څه خلاص او په څارنوالۍ کې پرته دوسيه يې بيا هم د پخوا په څېر دوړو او ګردو ته واچوله .له نوموړې پېښې به ايله دوې اونۍ تېرې وې چې ښاغلي ثابت د يوې بلې لاسته راوړنې خبر و� �کړ او په ملي ټلوېزيون کې يې د څلور سوه زرو امريکايي ډالرو د غلا خبر د رسنيو خولې ته ورکړ ثابت وويل چې د ملي ټلوېزيون په مربوطاتو کې تر څلور سوه زره امريکايي ډالرو زياته غلا شوې او غلا کوونکي به يې ژر د قانون منګلولو ته وسپارو ، د ملي ټلوېزيون مشر نجيب روشن چې د ښاغلي سپنتا له خوا کرزي ته د يو ښه او تکړه سړي په څېر ور پېژندل شوى ددغه خبر په خبرېدو يې هر څه له امريکې څخه د کرزي تر بېرته را ستنېدو پورې ځنډولي وو او د څارنوال په ځواب کې يې څه نه ويل د څارنوالۍ د يوه چارواکي په خبره چې نه  غواړي نوم يې خلک وپېژني وايي چې اوس د دويم ځل لپاره په ثابت باندې د ولسمشر کرزي له خوا کلک فشار دى چې پام چې نجيب روشن ته څه ونه وايې دغه راز ګنګوسې دي چې نجيب روشن د کرزي د ورور سره د نېشه يي توکو په کار بار کې هم شريک دى او څه موده د مخه ښاغلى روشن د کابل په نړيوال هوايي � �ګر کې د نېشه يي توکو په تور نيول شوى چې بيا د کرزي د ورور په يو ټلفون خوشى شو .لنډه دا چې که ددغه ليکنې په باره کې هر څوک ځواب لري له ماسره د ښکېلو خواوو رښتونې ثبت شوې خبرې شته چې دغه چارواکي په رښتيا په دارنګه وطن ورانۍ کې لاس لري کرزى چې يو محافظه کاره ولسمشر دى په دارنګه پاچاهۍ يې د حکومت مزي په شلېدو دي او ډېره ژر ده چې له دغه آزموينې د ناکامو ولسمشرانو په قطار کې ودرېږي ځکه دده څنګ ته داړه ماران ټول دي ،ورور يې چې د نېشه يي توکو کا� �وباري دى دومره نه شي ورته ويلى چې وروره  دا کار دي ناروا دى نو په آخر کې مو ښاغلي لوى څارنوال ته وړانديز دادى چې لاړ شه د روژې مبارکه مياشت ده په کوم مسجد کې ملا امام شه دا وطن ته پاک زړى سړى په درد نه دوا کېږي کوم خوب دي چې د وطن د هوسايي لپاره ليدلى وو هغه هم نه رښتيا کېږي او په اخرکې د بلې ناکامۍ مبارکي هم درته وايو . ",لوى څارنوال هم ناکام شو ( دجمال ګيلاني ليکنه ) 5079,," د افغان ولسمشر حامد کرزي د حکم له مخې د کورنيو چارو وزارت مخې ته د ځانمرګي بريد له قربانيانو سره مرسته کيږي . د حکم له مخې د هر وژل شوي کس له کورنۍ سره دوه سوه زره افغانۍ او د هر ټپي شوي کس له کورنۍ سره پنځوس زره افغانۍ مرسته کيږي .د کورنيو چارو وزارت د وينا له مخې په بريد کې ١٢ تنه مړه او ٤٢ تنه ټپيان شوي دي . افغان ولسمشر ددغه بريد سخته غندنه کړې ده . ",دولت دځانمرګي بريدله قربانيانو سره مرسته کوي 5080,," د ښوونې وزير محمد حنيف اتمر نن د يوې ناستې پرمهال خبريالانو ته څرګنده کړه چې امريکا ورسره افغانستان کې د سواد د زده کړې د بهيرد ښه والي او پرمختګ په موخه ٢٢ ميليون ډالر مرسته کړې ده . د نوموړي د وينا له مخې ، مرسته شوي پيسې به په راتلونکو پنځو ک� �ونو کې په هېواد کې د حياتي سواد د ښوونځيو او په جوماتونو او نورو ځايونو کې د سواد دزده کړې د کورسونو د جوړولو په لارو چارو ولگوي . دچارواکو په وينا دا مهال ١١ ميليون افغانان سوادنه لري . ",امريکادښوونې له وزارت سره ٢٢ ميليون ډالرمرسته کړي 5081,," د کندهار په پنجوايي او ژړۍ ولسواليو کې د ولسي وګړو د مرګ، ژوبلې او اوښتې زيان د څېړنې او پلټنې ټاکل شوي دولتي کمېسيون په دغو سيمو کې له خپلو څېړنو و� �وسته په ډاګه کړ ه، چې د ناټو او افغان ځواکونو د ګډو عملياتو په بهير کې ٥٣ تنو ولسي وګړو خپل ژوند له لاسه و� �کړى دى. د کمېسيون مشر اوپه مذهبي چارو کې د افغان ولسمشر حامد کرزي سلاکار مولوي محى الدين بلوڅ وايي د عم� �ياتو په ترڅ کې ٢٩ تنه ولسي وګړي ټپيان شوي، ٨ جوماتونه ويجاړ او د خلکو يو شمير کورونه او باغونه له منځه تل� �ي دي. دا په داسي حال كي ده چي وړاندي دولتي چارواکو يوازې د ١٣ تنو ملکي وګړو د وژل کېدو پخلى کړئ وو. د عم� �ياتو په پاى کې د ناټو چارواکو ادعا وکړه، چې زر تنه طالب جنګيالي يې د عملياتو په ترڅ کې له منځه وړي دي. د بلوڅ د وينا له مخې ١٥ زره کورنۍ له خپلو کورونوڅخه بېځايه شوي او ټولټال ٣٣ ميلونه افغانۍ زيان رسېدلى دى. ",په کندهار کې ۵۳ تنه ملكي كسان وژل شوي دي 5082,," په فراه ولايت کې امنيتي چارواکو ويلي چې د ګلستان ولسوالۍ يې نن پرته له جګړې او مقاومت نيولې ده. د فراه د پوليسو مشر ثاقب وايي د ناټو او افغان ٦٠٠ ځواکونو په دغو عملياتو کې ګډون درلود او ټاکل شوي ده، دغه عمليات دوام ولري. د ګلستان ولسوالۍ يوه نيمه مياشت وړاندې د طالبانو لاسته ورغلې وه. ",د ګلستان ولسوالۍ پرته له جګړې دولت نيولې ده 5083,,"   د کابل ښار د مکروريانو د بنايي واټ په درې لاره کې د ايساف ځواکونو په وړاندې ځانمرګى بريد شوى دى، چې له امله يې د کابل د جنايي جرمونو د څانګې د مشر جنرال علي شاه پکتياوال په وينا ٣ تنه عام لارويان ټپيان شوي دي. بريد نن سهار څه کم لس بجې شوى دى. په خپله ځانمرګۍ هم وژل شوى، خو داسي ويل كېږي چي له نوموړي سره ټول چاوديدونکي توکي نه دي چاودېدلي. له بريد و� �وسته په سيمه کې د دويمې چاودنې وېره هم خپره شوه، چې د پکتياوال له لوري ناسمه وبلل شوه. سيمه دا مها ل د ت� �افيکو په مخ تړل شوې ده دغه راز بېنوا ویبپاڼې ته د ایساف راغلې خبرپاڼه په دغه ځانمرگي برید کې د دغو ځواکونو د دریو سرتېرو د ټپي کېدو او د موټر د ویجاړېدو پخلی کړی. د ځانمرگي برید پر مهال پولیسو یو تن هم ونیاوه چې گواکې بل ځانمرگی برید کوونکی دی خو د خبریالانو په وړاندې نوموړی وښودل شو چې چاودیدونکي مواد یې ن� �رل. ",په کابل ښار کې ځانمرګى بريد شوى دى 5084,," ٢٩ کلن امريکايي ټام برنټ بينټ چې دوه کاله وړاندې د کابل ښار د کارته پروان په سيمه کې د يوه شخصي جېل په لرلو له  ٢ تنو امريکايانو سره په درې کاله بند محکوم شوى و، نن د کابل د څرخي پله له جېل څخه خوشى او په کابل کې د امريکا د سفارت چارواکو ته سپارل � �وى دى. يو افغان چارواکي ويلي چې نوموړى د افغان ولسمشر د بخښنې د يو فرمان له مخې ازاد شوى دى. په نوموړو کسانو تور لګول شوى وو چې غيرقانوني جېل يې درلود او بنديان يې په خپل سر ځورولي او شکنجه کړي دي. ",د څرخي پله له جېل څخه د يوه امريکايي خوشي کېدل 5085,," ", 5086,," د طالب جنګياليو وياند قاري يوسف احمدي له يوه ناڅرګنده ځايه بېنوا ويبپاڼي ته وويل، چې د کابل ښار ځانمرګى بريدد کابل يوه طالب اوسېدونکي احمد تر سره کړى دى، چې له امله يې د نوموړي په وينا د بهرنيو ځواکونو يو موټر ويجاړ او ٤ پوځيان وژل شوي دي. ده د نورو ب� �يدونو ګواښ هم وکړ. دا په داسي حال كي ده چي افغان امنيتي چارواکو ويلي په بريد کې په خپله ځانمرګى مړ او ٣ تنه لارويان ټپيان شوي دي . ",د کابل ښار ځانمرګى بريد طالبانو ومانه 5087,," ", 5088,ميرويس جلالزې,"   د ناروې د دفاع وزارت خبر وركړ چې د دوى د سرتيرو په ګزمه د دوشنبې په شپه د افغانستان د شمالي ولايت سمنګان په مركز ايبك ښار كې بريد وشو چې له امله يې د دوى يو سرتېرى ژوبل شو. د دوى په وينا ټپي سرتېرى د درملني لپاره د مزار ښار ته لېږدول شوى او روغتيايې حالت يې د ډاډ وړ بلل شوى دى. ",د افغانستان په شمال كې د ناروي يو سرتيري ژوبل شو 5089,ميرويس جلالزى," رپوټونه وايې د قوماندان عبدال� �دير په نامه يو تن چې د پخوانې شوروې په وړاندې او وروسته له هغه يې د طالبانو په وړاندي په مقاومت كې فعاله ونډه لرله پرون ورځ د فارياب په ګرزيوان ولسوالې كې د ايتلاف او افغان پوځيانو په عملياتو كې نيول شوى او په نامعلوم � �وري وړل شوى دى. د يادونې وړ ده چې دا له تيرې يوي مياشتي راهيسې درېيم جهادي قوماندان دى چې د افغانستان په شمال كې نيول كېږي له دې مخكې د بغلان په ولايت كې د ګلبدين حكمتيار د اسلامې حزب يو وتلى قوماندان هم نيول شوى وو.   ",په فارياب كې د شمالي ټلوالې يو قوماندان ونيول شو 5090,ميرويس جلالزى," د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ د اخند په كلې كې تېره شپه ناوخته په يوه جومات په داسې حال كې وسله وال بريد شوى چې لمونځ كونكې د تراوېح د لمانځه په ادا كو� �و بوخت وو. د روداتو ولسوالې پوليس وايې په دې بريد كې ۸ تنه لمونځ كونكې ژوبل شوي دي. پوليسو همدا راز ومن� �ه چې دوه تنه شكمن كسان يې د بريد په تور له همدي سيمې نيولي دي. ",په ننګرهار كې په يوه جومات بريد وشو 5091,," په کندهار کې پوليسو تېره ورځ د دغه ښار د  اوومې حوزې اړوند سيمه کې له يوه باغ څخه د هاوان مرمۍ،چاودېدونکي او پوځي توکي او مزي ترلاسه کړي دي. د کندهار د پوليسو مشر جنرال وردګ منلې چې د پيښي په تور يې دوه تنه شکمن کسان هم نيولي دي. ده وويل ترلاسه شوې وس� �ه او توکي د وارنکارو عملونو په مخه په دغه باغ کې ځاى پر ځاى شوي وو. همداشان وردګ وويل چې تېره شپه يې د سپين بولدک په سيمه کې د غلو يوه اته کسيزه ډله نيولې او د تحقيقاتو په موخه يې څارنوالۍ ته سپارلي دي. ",په کندهار کې وسلې اوچاودېدونکي توکي نيول شوي 5092,," تيره شپه طالب جنګياليو د پکتيکا د برمل ولسوالۍ د شکين په سيمه کې په دولتي ځواکونو وسله وال بريد کړى دى. د پکتيکا والى د بريد پخلۍ کوي او وايي په بريد کې دولتي ځواکونه مرګ او ژوبله نه لري. نوموړي ادعا وکړه چې د ځوابيه بريد په مهال کې ٢ تنه طالب جنګيالي مړه او ٤ تنه نور ټپيان � �وي او يوه اندازه وسله د پوليسو لاس ته ورغلې ده. ",په برمل ولسوالۍ کې جګړه شوې 5093,," مختاراحمدانتقام/كندهار د روهي ادبي بهير ۲۶مه غونډه د روان كار د وږي پر ۳۰مه د ماځيګر پر(۵:۲۶)د ښاغلي جان محمد صالح له خوا د قرانكريم په قرائت ويلو سره پيل سوه. پرانستونكي خبري ښاغلي عطاالله تاج وكړې ده وويل: راتلوونكې غونډه به په روژه كي وي څښتن (ج)دي پر افغانانو روژه په خير او ارامۍ تيره كړي، ده زياته كړه: زه له ليكوالو غوښتنه كوم چي نور ارام مه كښېنى ولي چي د پښتنو پر كور اور بل دى ليكنو ته ادامه وركړى او ګام پورته كړى، ده همدارنګه وويل: مشران دي بهير ته راسي زم وږ سره دي ګډون وكړي، موږ به څه ځني زده كړو او كشران دي په دې راسي چي له موږ څخه څه زده كړي. تر دې و� �وسته مختاراحمد انتقام د تيري اونۍ راپور وړاندي كړى، چي كره كتنه هم باندي وسوه. لومړى ښاغلي سيد حبيب الله روحاني وويل: ما په تيره غونډه كي نه واورېدل چي د غونډي مشر دي داسي ويلي وي چي ملګ� �ي دي د غونډي په جريان كي خبري نه كوي خو په راپور كي راغلي وه، ده زياته كړه: راپور تر پخوا ډير ښه او پوره وه. ورپسې ښاغلي عبدالله ستوري د راپور ډيره ستاينه وكړه، ده وويل: راپور ډير ښه و، روان او پوره و. تر هغه وروسته مشاعره وسوه چي دې ښاغلو په كي شعرونه واورول: احسان الله درمل، محمد اسماعيل، سليمان شاه زلمي، حميد الله نصرت،سيد شاه سقيم، قدرت الله ليوال، ذلال احمد ورك، نظرم حمد رازمل،رحمت الله رحماني، عطاالله تاج، بشير احمد سالميار، فضل الدين خوشدل، سيد حبيب الله روحاني، نعمت الله منظور، ظاهر محمد روحاني، جان محمد صالح، بشير احمد قادري، ګل محمد يارانه، ظاهرجان پاڅون، زمريالي زيري،عبيدالله تسل، عبدالقيوم مينوال، احمد فرزان، حبيب الله قلم مل،عبدالظاهر قلموال، واصل حسنيار، محمد شريف ناكرار، احسان الله جرس،علي محمد حقمل، عصمت الله لايق، حميدالله بختيالي، شير محمد عزتيار، عبدالله ستوري او عبدالواحد رنځوريار. د غونډي مشر ښاغلى نظرمحمد رازمل او مېلمانه يې ښاغلي احسان الله درمل او عبدالواحد رنځوريار وو. ښاغلي عبدالواحد رنځوريار بهير ته په راتګ خوښي وښوول او ويې وي� �: نن ډېر خوښ يم چي په روهي بهير كي مي ګډون وكړ او ملګري مي وليدل، ورپسې د غونډي مشر ښاغلي نظرمحمد رازمل څو ټكو ته اشاره وكړه ده وويل: بايد تكرار شعرونه و نه ويل سي، په شعرو كي بايد زيات نوښت رام نځته سي او د حالاتو ستونزي وسپړي، ده زياته كړه د شعر ترڅنګ بايد لنډي كيسې، نثري ټوټې او نور بايد وليكل سي او ولوستل سي همدارنګه ښاغلي رازمل د كندهار نندارې له مشر او كاركوونكو مننه وكړه، ده  زياته كړه چي: دوى تل هڅه كړې چي موږ خوښ وساتي ده په پاى كي وويل: دوى همدا نن يو فلم چمتو كړى او نندارې ته به يې وړاندي كړي. د لومړي ځل لپاره دروهي ادبي بهير په اونيزو غونډو كي دا (۲۶مه) يوازنۍ غونډه وه چي په پاى كي يې فلم نندارې ته وړاندي سو، فلم د كندهار نندارې په زيار او د مدني ټولني په لګشت جوړ سوى و. د فلم تر وړاندي كولو څو شېبې مخ كي د همدې فلم كيسه ليكوال او لارښود ښاغلي فضل احمد انيس څو لنډي خبري وكړې ده وويل: دا فلم لنډ دى لومړى ځل و چي كندهار ننداره فلم جوړوي ستونزي او مشكلات له حد نه زيات و امكانات هم دومره نه وه، خو زه د مدني ټولني مننه كوم چي د فلم لګښت يې پر غاړه اخيستى، ده زياته كړه: س� �ه له ستونزو مي هيله دا ده چي فلم به ستاسي خوښ سي. د فلم نو و((زما خور)) چي تقريباً (۴۵) دقيقې وخت يې په ب� �كي ونيوى. مركزي لوبغاړي يې ښاغلي عبدالخليل ښاد، نعمت الله او وړوكې روبينه وه. د فلم كيسه پر دوو بې كورو ماشومانو راګرځېده، د برخوالو له خواد فلم تود هركلى وسو، د غونډي په پاى كي ښاغلي ظاهر محمد روحاني د فلم يو تن لوبغاړي ښاغلي ښاد ته يو زر افغانۍ د انعام په ډول و� �كړې. غونډه د ماښام پر (۸:۵۵) پاى ته ورسېده.           ",د روهي ادبي بهير ۲۶مه غونډه جوړه شوه 5094,ژباړونکی: شریف بهاند," دلومړۍ برخي پاته   د نړۍ د سترو هیوادونو پوځي � �گښت شمېرنې په میلیارد ډال� �و",( دنړیوال کېدوپه پير (عصر) کې دامریکادمتحدوایالتونوامپراتوري) دوهمه برخه 5095,," ", 5096,," په تيرو څلورويشتو ساعتونو کې په هلمند ولايت د څو جلا جلا پيښو له امله ۱۲ تنه وژل شوي دي. ٥ تنه ولسي وګړو هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د سپرلۍ موټر يې د موسى کلا او لښګرګاه ترمنځ سړک كي په يوه خښ شوي ماين وخت. د هلمند ولايت وياند محى الدين د پيښي پخلى کوي او زياتوي په دوو نورو جلاو پيښو کې ٤ تنه دولتي پوليس او ٢ تنه طالب جنګيالي وژل شوي دي . ",په هلمند کې ١٢ تنه وژل شوي 5097,," د پکتيا او خوست ترمنځ دوزى ځدران و� �سوالۍ په مربوطاتو کې نن د يو ايښودل شوي ماين د چاودنې له امله د ملي پوځ ٣ سرتيري مړه او ٤ تنه سخت ټپيان شوي دي. د لارې په سر د ماين چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د ملي پوځ يو كاروان له پکتيا څخه د خوست په لور روان وو. د پکتيا د اطلاعات اوکلتور رئيس دين محمد دروېش له بېنوا سره د پيښى پخلۍ وکړ او وايي د ټپيانو حالت د انديښنې وړ دى. ",په پکتيا کې ۳ افغان پوځيان مړه او ٤ تنه ټپيان شوه 5098,," د کندهار د ديني علماوو د شورا مشر مولوي سيد محمد پر طالب جنګياليو غږ وکړ، چې جګړه بس کړي او د خبرو او جوړجاړي لار غوره کړي. نوموړي ويلي جګړه په هېواد کې د ستونزو د حل لاره نه ده. ده طالبان د خبرو او تفاهم مېز ته راوبلل. د نوموړي د څرګندونو په اړوند تر دم ګړى طا� �بانو څه نه دي ويلي. ده وويل د شرعي احکامو په رڼا کې به د جګړو، اداري فساد او نشيي توکو په وړاندې مبارزه کوي او د بهرنيو ځواکونو د بمباريو د مخنيوي په وړاندې به خپلې هلې ځلې جارى ساتي. ",ديني عالمان : جګړه د حل لاره نه ده 5099,," تيره شپه د لوګر په وغجان تنګي کې دولتي پو ليسو او طالب جنګياليو دوه ساعته نښته کړې ، چې له امله يې يو پوليس ټپي او د پوليسو پوسته سوځل شوې ده. دواړو ښکېلو اړخونو له سپکو او درنو وسلو څخه کار اخيستى دى. ",د وغجان تنګي د پوليسو په پوسته بريد شوي دي 5100,," پاکستاني پوليسو له طالبانو سره د تړاو په تور د بلوچستان ايالت د کويټې ښار له يوه شخصي روغتون څخه ٩ تنه ټپي افغانان چې تر درملنې لاندې وو،نيولي دي. د پوليسو په وينا شپږ تنه يې د ګوليو ټپونه لري.له دې وړاندې هم يو شمير افغانان له طالبانو سره د تړاو په تور نيول شوي وو،چې وروسته بېګناه پيژندل شوي دي. ",په کويټه کې ۹ شكمن طالبان نيول شوي دي 5101,,"   بېنوا ویبپاڼې ته د ايتلاف له لورې په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د کنړ ولایت په پېچ ولسوالۍ کې نن دوشنبه د ايتلاف دوه امریکایي  او د م� �ي پوځ یو سرتیری له وسله والو سره په نښته کې وژل شوي او د ايتلاف درې نور سرتیري ټپیان شوي. دوی وایي سخت دریځو پرې برید کړی او دوی ته یې مرگ ژوبله اړولې. په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د هیواد په ختیځ کې د ايتلاف او ملي پوځ ٧٠٠ سرتیري دغره د قهر په نوم په عملیاتوبوخت دي.  ",په کنړ کې دوه امریکایي سرتیري وژل شوي 5102,," عبدالله پتمن/كابل د امريکا په پنسلوانیا ايالت کې د يوه وسله وال بريد له امله ۳ ښځينه زده کونکې وژل شوي او ۸  نورې ټپيانې شوې دي.دا پېښه د د دوشنبې په ورځ د عيسوي مذهب د آميش ډلې په يوه  ښونځې کې رامنځته � �وه، له پيښي وروسته بريد کونکې هم خپل ځان وواژه. پوليسو د بريد کونکې پيژندگلوي کړې او د نوموړي نوم يې چالرلز کارک رابرټز ښودلى او زياته يې کړه چي دغه 32 کلن کس د يوه لارۍ موټر چلونکى وو او له دغي عيسوي ډلي سره يې کوم تړاو نه درلود. د پوليسو د وياند په وينا بريد کونکې ټولگې ته ننوت او ځينو زده کونکو ته يې د بهر وتلو اجازه و� �کړه او ځيني نور يې له ايسارولو وروسته ووژل او بيا يې خپل ځان هم په گوليو مړ کړ. په دغه ښونځي کې تر ۱۴ کلونو پوري زده کونکې سبق وايې. په امريکا کې د تيرې اونۍ را په دې خوا دا درېيمه پېښه ده چي په ښونځيو کې تر سره کيږي. آم يش په عيسايې مذهب کې ډيره ارام خلک دي چي د دوى په سيمه کې پوليس هم نشته دغه ډله، درغلي، د برېښنا كارول او له ټلېفون او د كوچنيو موټرانو کارول حرام بولي. ",په امريكا كي د يوه ښوونځي ۳ زده كوونكي وژل شوي 5103,," عبدالله پتمن/كابل د څلورو روسي يرغم� �و له خوشې کېدو سره_سره روسيه پر ګرجستان باندې خپلو اقتصادي او ترانسپورتي بنديزونو ته دوام ورکوي.دغه هېواد په نظر کې لري چې ګرجستان ته له تګ راتګ، پستي اړيکواو د دغه هېواد شتمنيو کمولو ته دوام ورکړي. دغه پ� �ېکړه په تېره اونۍ کې د ګرجستان د امنيتي چارواکو له خوا د څلورو روسي افسرانو له نيونې وروسته عملي کېږي. دا په داسې حال کې ده چې څلور نيول شوي افسران پرون وروسته تر خوشې کېدو روسيې ته ورسېدل. ياد شوي كسان د جاسوسۍ په تور د ګرجستان پوليسو نيولي وه، خو روسيه هرډول جاسوسي تورونه ردوي. ",روسيې پر ګرجستان بنديزونو ته دوام وركړى 5104,," د امنيت شورا پنځه دايمي غړي په دې سلا � �وي چي د جنوبي کوريا د بهرنيو چارو وزير بين کي مون د ملګرو ملتونو د راتلونکي عمومي سر منشي شي او د کوفي عنان ځاى ونيسي. د ملګرو ملتونو مشرتوب ته ٦ تنو ځانونه کانديد کړي وو، چې ٦٢ کلن کوريايي ډيپلومات په غير رسمي توګه د امنيت شورا د دايمي غړو رايې ترلاسه کړي دي. د کوفى عنان لس کلنه دنده د ډسمبر په ٣١ نېټه پاى ته رسېږي. افغان کارپوه پوهاند اشرف غني احمدزي هم دغه مشرتوب ته ځان کانديد کړي وو. وروستۍ پرېکړه راتلونكې اونۍ د دو� �نبې په ورځ د ملګرو ملتونوپه عمومي ناسته کيږي. ",د جنوبي کوريا ډيپلومات د کوفي عنان ځاى نيسي 5105,," افغان دولتى پوليسو تېره شپه په خوست کې ٦ تنه پاکستانيان د عملياتو په ترځ کې نيولي دي. نيول شوي کسان دا مهال د امنيتى چارواکو تر تحقيق لاندې دي. د دغه ولايت د پوليسو يوه چارواکي زيارت ګل بېنواويبپاڼي ته وويل نوموړي کسان افغانستان ته د ننوتو هيڅ ډول قانوني اسناد نه لري او له پوښتنو وروسته به په ډاګه شي چې د څه له پاره راغلي دي. ",په خوست کې ٦ تنه پاکستانيان نيول شوي دي 5106,," نن ماپښين پر ۳:۴۵ بجې د كندهار ښار په � �وېديځ (ميرويس مېنه) كي د ايتلافي ځواكونو پر يوه كاروان بريد وشو چي د لومړنيو راپورونو له مخي يو ماشوم پكښي ژوبل شوى دى.يوه عيني شاهد بېنوا ويبپاڼي ته وويل پېښه هغه وخت رامنځته شوه چي يو باډۍ لرونكى موټر سايكل چي په كندهار كي د لاسي كراچيو كار ځني اخيستل كېږي، د ايتلافي سرتيرو له كاروان سره ټكر وكړ. دا په داسي حال كي ده چي تېره اونۍ هم په كندهار كي د ايتلافي سرتيرو پر كاروان ځانمرګى بريد وشو چي له امله يې يو لاروى ټپي شوى وو. د اوسنۍ پيښي پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخيستې خو معمولاً د دا ډول چاودنو مسئوليت طالبان پر غاړه اخلي. ",په كندهار كي پر ايتلافي سرتېرو بريد وشو 5107,," ", 5108,," ", 5109,," ", 5110,شريف بهاند- جرمني,"  � �یکوال : یورگین واگنر        ( دنړیوال کېدوپه پير (عصر) کې دامریکادمتحدوایالتونوامپراتوري)  ژباړونکی: شریف بهاند اخځ :Claudia Haydt/ Tobias Pflüger/ Jürgen Wagner: Globalisierung und Krieg, Hamburg, 2003    د یوویشتمې پیړۍ له پاره د بوش دکت� �ین: په کال ۱۹۴۷ کې جورج کنان د ""آقای ایکس"" تر مستعار نامه لاندې، د شوروی اتحاد د پراختیا د مخنیوي په اړه سیاسي اصول، د فارین آفیرز  Foreign Affairsپه مجله کې خپاره کړل، له هماغه وخت څخه راپدې خوا د امریکا د م تحدو ایالتونو بهرنی سیاست په بنسټیزه توگه، سیال ته د محدودیتونو د رامنځته کولو ستراتیژۍ ته ځانگړي شو(� �). دې واقعیت ته په پام  سره، چې دغه ستراتیژې د کومې ځانگړې انساندوستې او نړۍ لید پر بنسټ ولاړه نه وه، بلکې د هغې بنسټ، ځواک غوښتنه وه، د نوموړي په لیکنې کې په روښانه ټکو سره راغلی: "" متحده ایا� �تونه د نړۍ د شتمنۍ پنځوس په سلو کې په واک کې لری. خو د نړۍ د وگړو یوازې  ۳ ، ۶ په سلو کې په دغه هیواد کې ژوند کوي. په داسی یو حالت کې، کیدی شي موږ په جبر سره د نورو له رخې (حسادت) او غوسی سره مخامخ � �و. زموږ بنسټیزه دنده، ان په دغه عصر کې، چې موږ یې په مخ کې لرو [...] د دغه نا برابر حالت ساتنه ده. [...] موږ باید د ناروښانو او غیر واقعي موخو، د ساری په توگه، د بشر حقوق، د ژوند د کچې لوړول او  د و� �سواکۍ د پراختیا له ویلو څخه لاس واخلو. ډیر ژر به هغه وخت راورسیږي، چې د ځواک په اړه فکر کول، زموږ د کړو وړو بنسټ وگرځي. که په دغه وخت کې زموږ سیاستونه هر څومره لږ د ایدیالیستي شعارونو تر اغیز لاندې راشي، ښه به وي"" (۲). د دا ډول تفکر پایله دا شوه، چې نور نو بنسټیزه موخه نه یوازې د شوروی اتحاد محدودول، بلکې په سړه جگړه کې د بشپړو بریاوو ترلاسه کول وو. د دې کار له پاره اړینه بریښیده، چې ستر پانگوال نظام ته پراختیا ورکړل او د متحدو ایالتونو له پوښتنې پرته برتري په لویدیځه نړۍ کې تثبیت کړی شي. نو ځکه د سړې جگړې د پړاو له پایته � �سیدو وروسته او د نړۍ د یوازینې زبر ځواک په توگه د متحدو ایالتونو تثبیت، د یو بل دکترینDoktrin  له پاره، چې وکولی شي، د مخکینې ستراتیژۍ ځای ونیسي، لټون پیل � �و. هغه څه چې "" د امریکا د متحدو ایالتونو د ملی امنیت د ستراتیژۍ  NSS"" تر سرلیک لاندې د ۲۰۰۲ کال د سپتمبر په شلمه د دغه هیواد د ولسمشر جورج بوش له خوا وړاندې او د بوش د دکترینو په نامه نامتو شوی، کیدی شي، دغه تشه ډکه کړی"" (۳). جورج بوش د دغې ستراتیژۍ په اعلام سره د هغو کسانو سلا مشورې ومنلي، چې د متحدو ایالتونو نړیواله رهبری [...] د پوځي ځواک او اخلاقی ارزښتونو د � �وښانتیا پر بنسټ غواړي او په دې باور دي، چې د یوه ټینگ نړیوال نظام له پاره دا تر ټولو ښه تضمین دئ""(۴ ) . د دا ډول نړۍ لید پلي کونکي هغه کسان دي، چې دوي ته نوي محافظه کاران ویل شوي او د متحدو ایالتونو د ولسمشر د م� �ستیال دیک چینی تر مشرۍ لاندې او د دفاع د وزیر د مرستیال پاول ولفوویڅ [اوس د نړیوال بانک د مشر په توگه گمارل شوی دئ: ژباړونکی]، د متحدو ایالتونو اوسنی بهرنی سیاست څه نا څه په انحصاري توگه تر خپل کنترول لاندی لري. دوي د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې له پیښې څخه په بریالی توگه، د متحدو ایالتونو د بهرني سیاست د ستراتیژۍ د وړاندې کولو له پاره، چې بنسټیزه کړنلاره یې ډیره موده پخوا طرحه شوې وه، گټه پورته کړه. دغه ستراتیژې د بوش د دکترینو تر عنوان لاندې ټولیزو افکارو ته وړاندې او د دولت په رسمي سیاست بدله شوه.  د م تحدو ایالتونو د ملی امنیت ستراتیژې باید «د سړې جگړې له پایته رسیدو وروسته د دغه هیواد د ځواک غوښتنې د تر ټو� �و افراطي بڼې» په توگه وپیژندل شي (۵) . ټاکونکی ټکی دا دئ، چې د متحدو ایالتونو بهرني سیاست، د موخې له پ� �وه هیڅ بدلون نه دی موندلی او یوازې په نړۍ کې د ځواکونو د انډول له نوې رامنځته شوې وضعې سره  سمون ورکړل شوی دئ. دا ټکی د نوې ستراتیژې له محتویاتو څخه په روښانه توگه څرگندیږي.""د بوش دکترین د هغه دود دوام دئ، چې د مونرویه او ترومن په دکترینو کې هم تر سترگو کیږي"" (۶). نو ځکه راینر ریلینگRainer Rilling  دا پایله تر لاسه کوی: "" د دې ستراتیژۍ بنسټیزه موخه د ترهگرو ډلو او هیوادونو په وړاندې مبارزه نه، ب� �کې د متحدو ایالتونو او پاتې نړۍ تر منځه د نابرابرۍ ساتنه او د هغې زیاتوالي او همدارنگه د امریکایي واکمنۍ ب� �پړه پراختیا ده"" (۷).  د ځواک دغه سیاست پر دوو ستنو ولاړ دئ:"" پوځي ځواکمنتیا نه شی کیدی بې له اقتصادي برترۍ پایښت ومومي او د پانگه والی نظام تر شرایطو لاندې اقتصادي برترې په خپل ذات کې ناپایداره ده"" (۸). نو اړینه بریښي، چې اقتصادي او پوځي ځواکونه یو د بل په خدمت کې وي. له هم دې امله د متحدو ایالتونو پر سیاست باندې نیوه که باید همدې ټکی ته مخامخ وي. د ویلیام تابWilliam Tabb  په وینا: ""موږ د متحدو ایالتونو د امپریالیستي سیاست په وړاندې د مقاومت له پاره باید نوښت بیرته تر لاسه کړو او دا کار یوازې [...] د ټولنیزو نابرابریو، چې د نړیوال کیدو له امله رامنځته شوي، په وړاندې د مبارزې له  لارې د پلي کیدو وړ نه دئ، بلکې اړینه بریښی، څو وښودل شي، چې د پانگه والی نظام پوځي او اقتصادي ځانگړتیاوې، د یوې سکې دوه مخه دي"" (۹).   د همدې ادعا پر بنسټ، په راتلونکو کرښو کې د بوش دکترین په انت� �ادي توگه ارزول کيږي او هغه به د متحدو ایالتونو د نړیوالې ستراتیژۍ په رڼا کې وڅیړل شي. دغه راز د دغه هیواد گټې د عراق په وړاندې په یرغلیزه جگړه کې هم د همدې لید له مخی تر څیړنې لاندې نیول کیږي او په پای کې به د دغه هیواد د بهرني سیاست ټولیزه طرحه تر کره کتنې لاندې ونیول شي. د سیال د محدودولو له سیاست څخه نیولی بیا  د متحدو ایالتونو تر بیرغ لاندې نړیواله سوله:  نوی محافظه کار چارلز کراوتهامر  Charles Krauthammer، چې د ورځپانو او مجلو له پاره لیکنې کوی، [د تیرې پیړۍ] په وروستې لسیزې کې اعلام وکړ، چې د یووزری ځواک پېر رارسیدلی او په دې توگه یې په رسنیو کې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرني سیاست د کړنلارې په اړه خبرو اترو ته لمن ووهله. نوموړي په دې باور و، چې د شوروی اتحاد په دړې وړې کیدو او د نړۍ د یوازینی ځواک مقام ته د متحدو ایالتونو په لوړیدو سره، دغه هیواد داسی یو ځواک ترلاسه کړی، چې ساری یې د تاریخ په بهیر کې نه دی لیدل شوي او متحده ایالتونه کولی شي، د دغه ځواک پر بنسټ د نړیوالې ټولنې جوړښت ته داسی بڼه ورکړی، چې د دوي � �ه گټو سره سمون ولري. د همدې لامَل پر بنسټ او له ټولو شونتیاوو څخه په گټې اخیستنې سره، نه یوازې اوسنی حالت وساتل، بلکې هغه ته باید پراختیا هم ورکړ شي (۱۰).  د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې له بریدونو څخه وروسته د دا ډول دریځ د خاوندانو اغیز لا نور هم زیات شو. دوي اعلام وکړ، چې یوازې تر سخت پوځي کنترول او د نړۍ په نورو برخو کې د سولې په رامنځته کولو سره، کیدای شي د نړیوالې گډوډۍ په وړاندې له امریکایي وگړو څخه ساتنه وشي (۱۱). د امریکایي امپراتورۍ جوړول او له دې سره جوخت د یوې ام پراتوریزې ستراتیژۍ پلې کول، اوس د متحدو ایالتونو د بهرني سیاست د مهمو سیاستوالو له خوا د دغه هیواد د امنیت او سوکالي د اړین شرط په توگه تبلیغیږي (۱۲).  سربیره پر دې د لوړو زده کړو په چاپیریال کې هم له دې لید څخه پلوي مخ په زیاتیدو دئ، چې د متحدو ایالتونو د هژمونې ټینگښت نه یوازې د دغه هیواد، بلکې د نړیوالې ټولنې په گټه دئ. د دغه لید د ثبوت له پاره په لنډه توگه دا ډول دلیل وړاندې کیږي: د متحدو ایالتونو تر مشرۍ لاندې یو وزری نظام د پوځي کړکیچونو د مخنیوي ترټولو ښې شونتیاوي رامنځته کوي. که داسی نه وي، نو د هیوادونو تر منځه د گټو پر سر د پر له پسي توپیرونو پر بنسټ، د پوځي شخړو گواښ او همدارنگه د هغوي [د گټو] پر بنسټ نوې مخالفې ډلې رامنځته کیږي. که یوازې یو هیواد، د بیلگې په توگه متحده ایالتونه، د داسی یوه ځواک خاوند وي، چې بل هیواد پر هغه باندې یرغل و نه شي کړی، د گټو پر سر دغه توپیرونه به په سوله ییزه توگه (د متحدو ایا� �تونو له خوښې سره سم) حل او په دې توگه به له جگړو څخه مخنیوي وشي.    په حقیقت کې دا د پوښتنې وړ نه ده، چې متحده ایالتونه اوسمهال د نړیوال نظام مخکښ ځواک دئ. خو د متحده ایالتونو دغه دریځ، په تی� �ه د نابرابرې اقتصادي ودې له امله، په پر له پسی توگه د احتمالي سیالانو له خوا تر گواښ لاندې دئ. دغه سیالان به له خپلو ټولو شونتیاوو څخه په گټې اخیستنې سره هڅه وکړي، د متحدو ایالتونو ځای ترلاسه کړی. د ځواک هر ډول پ� �تلیز بدلون، نه یوازې دا چې د متحدو ایالتونو په زیان دئ او هغه  تر گواښ لاندې راو� �ي، بلکې په ټولیزه توگه به په نړیوال نظام کې د جگړې گواښ هم لا زیات شي. نو د همدې لامَل پر بنسټ، اړینه بریښي، چې تر هر ډول شرایطو لاندې له هغې څخه مخنیوي وشي.  دغه لید د متحدو ایالتونو د پر له پسي اقتصادي او پوځي مخکښ دریځ د ټینگښت او پراختیا غوښتونکی دئ او همدارنگه د دغه هیواد تر بیرغ لاندې په سولې او د امپراتورۍ په جوړولو پایته رسیږي او هغه ته قانونیت وربخښي. په عین وخت کې متحده ایالتونه هڅه کوي، څو هر اړخیز ځان غوښتونکی سیاست د نړیوال سیاست د عامل په توگه د عمل په ډگر کې پلي کړي او له نورو هیوادونو څخه هم د هغه د پلي کولو غوښتنه کوي (۱۳). دا ډول اکادیمیک تفسیر، چې د متحدو ایالتونو د دایمي هژمونې غوښتونکی دئ، د لومړی ځل له پاره په کال ۱۹۹۲ کې د ""دفاعي طرحې لارښود"" په نامه په رسنیو کې هم خپور شو. دغه لاسوند د دفاع د پخواني وزیر دیک چینی تر نظر لاندې تدوین شوی او اټکل کیده، چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به د متحدو ایا� �تونو د بهرني سیاست په توگه له هغه څخه گټه واخیستل شي. د دغه لاسوند په تنظیمولو کې له پاول ولفوویڅ سربیره زلمی خلیل زاد او لِویس لیبی هم گډون درلود، چې دوي دواړه د جورج بوش په اوسنې اداره کې مهمې دندې لري (۱۴). همدارنگه ویل کیږي: ""نور ملتونه او احتمالي ټلوالې شته دي، چې کیدای شي، په اوږد مهاله توگه خپل پوځي ځواک ته پراختیا او د ستراتیژیکو موخو په پلي کولو سره، په سیمه ییز او نړیوال ځواک بدل شي. موږ باید خپله ستراتیژې اوس دې ته متمرکزه کړو، څو د دې ډول احتمالي سیالانو له رامنځته کیدو څخه مخنیوي وکړو"" (۱۵) .   دا ډول غوښتنه له دې وروسته لکه د سرې کرښې په څیر د نوو محافظه کارانو په لیکونو کې تر سترگو کیږي. یو بله څیړنه (۱۶)، چې له ولفوویڅ او لبیی سربیره د اوسني حکومت یو شمېر غړو د هغه په چم تو کولو کې برخه لرله، په دې ټینگار کوي، چې دغه موخه د متحدو ایالتونو د بهرني سیاست بنسټیزه کړنلاره ده او د شرایطو د تحمیلولو سیاست د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له یوولسمې مخکې د دغه هیواد دسیاست د ستراتیژیکې موخې په توگه ط� �حه شوی و او په همدې لاسوند کې د هغې د ترلاسه کولو له پاره پوځي دندې هم روښانه شوې دي. د نوي محافظه کارانو د او� �ویتونو له مخې، د متحدو ایالتونو د ملی امنیت د ستراتیژې NSS مهمه دنده د دغه هیواد له لارښود دریځ څخه ساتنه ده. ""ولسمشر [باید] په پام کې ولری، هیڅ یوه بهرنی ځواک ته اجازه ور نه کړي، هغه ستره برترې، چې متحدو ایالتونو له سړې جگړې وروسته پر هغې بریالي شوي، ترلاسه کړي"" (۱۷) . د لاسوند پاتې برخه تر ټولو دمخه په دې اړه ده، چې دغه موخه په څه ډول ترلاسه شي او روښانه کوي، چې د دغې اړینې اقتصادي ـ پوځي برترې پراختیا څنگه د عمل په ډگر کې پلې کیدی شي.  دغو موخو ته د متح دو ایالتونو د سیمه ییزو قوماندانیو په نوي جوړښت کې، چې ۲۰۰۲ کال د اکتوبر په میاشت کې رامنځته شو، هم پام نیول شوي دئ: ""د تاریخ په بهیر کې د لومړی ځل له پاره د نړۍ هیڅ یوه برخه، ان په سویلی قطب کې هم ن� �ته، چې د متحدو ایالتونو د سیمه ییزې قوماندانۍ تر قومندې لاندې نه وي. همدا واقعیت د دې ښکارندوی دئ، چې وا� �نگټن له سړې جگړې وروسته ځان د نړۍ د یوازینی پاتی شوی ځواک په توگه گڼي"" (۱۸). د متحدو ایالتونو د دفاع په خاطر د لومړی ځل له پاره په شمال کې یوه قوماندانې پرانیستل شوه. روسیه د اروپا د قوماندانې په چوکات کې تنظیم او سویلی قطب د آرام سمندر تر قومندې لاندې راغی. تر ټولو مهم نویوالي د عملیاتو د قومندې او ستراتیژیکې قوماندانې په یو ځای کولو کې انعکاس مومي.""ټول دفاعي عملیات باید د همدغې قوماندانې په اډانه کې هماهنگ، تر سره او په عین وخت کې د متعارفو او هستي وسلو دفاعي یرغلونه پلان کړي شي. تر ټولو مهم دا چې د دفاع له پاره د پوځي دفاعي لاسوهنو شونتیا رامنځته شي. یا په بله وینا، دا د مخکې له مخکې یرغل په مانا ده"" (۱۹). په دې توگه د اتمې وسلې جگړه، چې طرحه یې له پخوا څخه شوې وه او له پټو اسرارو کڼل کیده، اوس په ښکاره توگه  پلې کیدی شي.   له کومه ځایه چې د دغې پوځي برترې ساتنه د زیات لگښت غوښتونکې ده، نو ځکه د متحدو ایالتونو پوځي بودجې په حیرانونکې توگه زیاتوالې موندلي دئ او ښایي د دغه هیواد پوځي بودجه، چې په اوسمهال ۴۰۰ میلیارده ډالره ده، په ۲۰۰۷ کې د هغې کچه ۶۵۰ میلیاردو ډالرو ته لوړه شي. په عین وخت کې د بوش دکترین ځانته د قانونی بڼې د ورکولو او همدارنگه له دغه پوځي ځواک څخه د گټې اخیستلو له پاره د ټولواک د ترلاسه کولو په هڅه او هاند کې دئ . د نړۍ د سترو هیوادونو پوځي � �گښت شمېرنې په میلیارد ډالرو   داځای کښېکاږﺉ اوپه دوهمه برخه کي يې ولولی  ",دنړيـــوال کېدوپه عصر کي د امــــريــــکا امپـــراتوري 5111,," دبېنواويبپاڼي د درنو لوستونکو د پرله پسې غوښتنو پر اساس داس� �ام او مذهب دبرخي له پاره په ږغ کي د يوشمېر مهمو اسلامي معلوماتو دوړاندي کولو په شروع کي دادﺉ دلومړي ځل له پاره داسلام دمبارک دين د څلورو امامانو څخه دامام ابوحنيفه رحمة الله عليهِ دسيرت ، علم  اوژوند د ډېرو نورو برخو په اړه ، او همدا ډول په اسلام کي د ښځو ، هغوﺉ د ژوند ، اوحقوقو په اړه دقرآن او حديثو په رڼا کي په مفصل ډول سره دلسګونو بېلابېلو کسيټونو څخه ر اټول سوي معلومات دانټرنټ له لاري په يوه کليک سره اورېدلو ته وړاندي کوو . ددغو معلوماتو د ټولولو اوبېنواويبپاڼي ته په رالېږلو کي په جرمني کي دهامبورګ مېشتي افغان ښاغلي امان الله ناصري زيار او هڅي ستايو اومننه ځني کوو . هيله ده په غور سره يې واورﺉ . او په اړه يې موږ ته خپل نظر راولېږﺉ . ۱ - دامام ابوحنيفه نعمان  او نورو نورو دريو امامانو په اړه څېړنيز معلومات   دغه م علومات  پر 42 برخو وېشل سوې دي ، تاسو د ميډياپلېر  يا  ريل پلېير پذريعه مخکنۍ يا وروستۍ ټوټه اورېدلای سی . (ټولوونکی اووياند: حاجی عنايت الله - سعودي عربستان ) ۲ - (ښځه او اسلام) (سحر او جادو ) او نوري م وضوعګاني داسلام له نظره    دغه مع� �ومات پر 51 برخو وېشل سوي دي، تاسو د ميډياپلېر  يا  ريل پلېير پذ� �يعه مخکنۍ يا وروستۍ ټوټه اورېدلای سی . (ټولوونکی اووياند: حاجی عنايت الله - سعودي عربستان ) ",بېلابېل اسلامي معلومات (( په ږغ کي )) 5112,"ولي شاه طبيب /کندهار"," ولي شاه طبيب /کندهار ښوونځي دعلم اوپوهي هغه لمړنۍ زيني دي چه هرعالم ،فیلسوف ،ښوونکۍ ،روڼ اندی، ډاکتر،انجينر او نورود پوهي اوفن خاوندان چه موږيي پيژنو اويامو نوم اوريدلې دی پردي زينوپښي ايښي دي اوکوم شهرت اودريځ چه ددوي په واک کښي وو يااوس يي ل� �ي دښوونځي له برکته دی .  ښوونځي هغه چاپيريال دی چه هلته دماشومانو ذهنيت اواستعداد وده او نشوونما کوي ،اودراتلونکي عالم ،اديب ،ډاکتر،انجينر ،قاضي ،پوليس ،سياست پوه او نورځني جوړيږي . موږکليوال خلک په دي ډيرخوشحاله يو چه په کلي کښي ډاکتر ،قابله ،انجينر او نوردمسلک خاوندان ولرو اودي ته اړنه سو چه موږ خپل عادي ناروغ ترښاره ورسوو او دپيسو مصرف موزيات وسي . موږپه دي ډير خوشحاله يوو په خپل کلي کي دتخنيک ماهر ولرو ،موږپه دي ډير خوشحاله يو چه ډيري نوري اسانتياوي په خپل کلي کښي ولرو خوښوونځي نه غواړو. موږغواړو چه ښه ښک� �ی کورولرو ،ښايسته اولوړمودل موټر ولرو په کورکي ټول اتومات برقي الات ولرو خوښوونځي نه غواړو ،حال داچه داټول دعلم اوپوهي زيږنده ده.  که موږوګورو زموږ په هيواد کي هم ډير عالمان او نوابغ تير سويدي چه نن م وږپه هغو وياړکوو بوعلي ابن سينا بلخي چه په طبابت کي يي ډيري څيړني کړي دي او نړيوال شهرت لري .ابوريحان ا� �بيروني چه دنجوم په علم کي ډيري تجربي او څيړني کړي دي نن دهغه په نامه وياړو ،سيدجمال الدین افغاني چه په اسيا او اروپا کي شهرت لري موږ پري وياړو همدارنګه نور. ددي وروسته به موږ نور دوياړ وړ نوي پوهان او نوابغ ونلرو؟ زموږسوغات اووياړني به راتلونکونسلونو ته څه وي ؟  اروزګان يوليري پروت ولايت دی هلته دولسوا� �يو او مرکز ترمنځ لاري ډيري ستونزمني دي ،دتعليم لرونکو کسانو کمی ډيرزيات دی ، ددي ولايت ځايي ډاکتران دګوتوترشمير هم لږدي ،ښځينه ډاکتره چه په ارزګان کيي رالويه سوي وي او ددي ولايت اوسيدونکي وي نه سته ،کله چه دڅوورځو لپاره هلته وم ،نوومي ليدل چه يوه ښځه چه دلنګون تکليف يي زيات سوی و ، اوپه مرکزي روغتون کي کومه ښځينه ډاکتره چه دبل ولايت اوسيدونکي وه وظيفه پري ايښي وه ، او بله ډاکتره نه وه . دناروغي ښځي دوستان مجبوره سوله چه ناروغه کندهار ته راوړي ،چه همداسي يي هم وکړه ، دوي ورځي وروسته خبرسوم چه هغه مظلومه ځوانه ښځه دکندهارښارته په رسيدوسره ساه ورکړي وه او دهغي مړی بيرته په هم هغه موټرکي تيرين کوټ ته راوړه سو. دازم وږحال دی ،خوښوونځي نه غواړو او سوځو يي .  خبرونو کي اورم چه په شمال کي دومره شمير نوي ښوونځي پرانستل سوي ،اوپه جنوب کي دومره ښوونځي وسوځول سوي ، زه د تعصب پربنا داخبره نه کوم خوشحاله کيږم چه دهيوادپه هرګوټ کي ډيري ښوونځي جوړي سي .  په ۲۰۰۳کال کي کله چه زما زوی کابل پوهنتون ته کاميابه سو ،دري مياشتي وروسته مي پوښتنه ورڅخه وکړه چه څونفره دکندهار،هلمند ،زابل او ارزګان څخه په همدي کال کابل بوهنتون ته کاميابه سوي دي هغه په ګوتو شمارشروع کړ اووروسته يي راته وويل چه دولس نفره دي ،ماورته وويل چه نه دادرسته نه ده خوهغه بيا هم په خپله خبره اصرار کاوه ،زماښه په ياددي چه ۲۵ کاله دمخه ۱۵ کسان دهمدي ولاياتو څخه يوازي طب پوهنځي ته کاميابه سوي وه هغه نوروپوهنځيوته چه کاميابه سوي هغه خوپريږده . توپير ډيرزيات دی اوزړه دردونکی دی ،داځکه چه موږپه دي غريب ملک کي ښوونځي سوځو ،کتابونه سوځو ،ښوونکي اوشاګردان بيروو چه دښوونځي څخه لاس واخلي . که موږ اسلامي نړي ته وګورو چه نن هغوی دپرمختګ پرلور ډير وړاندي روان دي خو موږښوونځي سوځو . که همداسي دښوونځيو سوځولوته دوام ورکړو ،نوزموږاينده به ډيره تاريکه وي ،خپل ډاکتر ،انجينر،ښوونکۍ ،زراعت کارپوه اونور ماهران به نه لرو ،اودبي سوادۍ کچه به نوره هم لوړه سي ،اوپه داخل دملک کي به هم موږ خوار او دنظره � �ويدلي يو . اقتصاد ،زراعت او روغتيا به موډيره زيانمنه سي . او دنورو محتاج به يو.  راسي چه نورښوونځي ونه سوځو ،پريږدو چه خپل ماشومان موزده کړه وکړي او دخپلي ټولني لپاره خدمت وکړي . ",دښوونځيوسوځولوزيانونه(دولي شاه طبیب لیکنه) 5113,کانديد اکاډميسين م . انور نوميالی," کانديد اکاډميسين م . انور نوميالی پخوازمانه چی به کله یوچیری دسردولتی مشران ترله واوښته یا به یوپاچا دبل پاچا پرکټ باندی کښینستی اویابه یوه امیردبل امیرپای تخت ځنی ونیوی نوپردغسی نیولو یااوښتلوباندی زموږدپښتنی ولس له خواڅخه په عاموخبروکی دپاچاګښتۍ نوم ایښوول سوی ؤ.زیاتره به موږته خپلواناګانوکله ناکله په وطن کی دپاچاګښتۍ داسی تیرسوی نکلونه هم کوله چی په جګړوکی به ئې یوه ورورهغه بل وروردواکمنۍ له تخته څخه شاړه اویابه یوه توربو� �دهغه بل توربورسترګی ځنی راکښلی څودپاچهۍ یاامیرۍ مقام ځنی ونیسی.دغسی کلونه اودغسی نکلونه به دپاچاګښتۍ له نامه سره ټینګ تړلی وه.داچی څونه وګړی به مړه کیدله،یابه څونه بیځایه کیدله اوڅه رازسړې ؤتودې به پرولس باندی تیریدلی اویاپه کومه پلمه به څوک پرچاباندی راپورته کیدله،ټوله دنکل هغه منظره جوړوله چی ترډیره ځایه به په تاریکه کی غوټه وه.خودقصویاافسانوغټه برخه به دهغوکسانوپرنامه راڅرخیده چی یابه دقدرت پرکټ کښینستلی وه اویابه له هغه څخه رالویدلی وه.دګرده تاریخ بیان دهمدغوپاچهانویاامیرانودبری یاماتی،دښیګڼویابدګڼویوه ر� �تیایادرواغ پړپړه وه چی دپاچاګښتۍ ډرامه په ئې دتخیل دپاره تمثیلوله.دتیری زمانې دغه شان ډرامې زموږ په احساس کی دیوې خوادپاره ستاینه اودبلی خوادپاره غندنه راخوځوله.خوپه هرصورت هم دستاینی اوهم دغندنی په دواړوحا� �اتوکی دغه رازپیښی یومخیزه دپاچاګښتۍ په نامه یادیدلی. بیانوکله چی دمځکی تناؤنه لنډ اودنیاسره سورۍ سوه نودنوروهیوادوسره دسیاسی،اقتصادی،فرهنګی،اجتماعی اواطلاعاتی پیژندګلویوپه راکړه ورکړه کی یولړکلمې یاوایې چی بل چیری ئې له وختی څخه رواج موندلی ؤ،زموږدژبی ورشوته هم راغلې اودلته ئې داسی پاخه راته واړوله چی زموږپه ژبه کی ئې درائجوکلماتوځای ونیوی.داچی په خپلوټاټوبوکی ئې څه رازمعناوی درلودی،تراوسه لاهم موږته پوره نه ده روښانه.خوداچی زموږپه ژبه کی ئې کومی معناوی واخیستې یوه داسی سابقه ده چی تریوې اندازې پوری لټول کیدای سی. په دې لړکی لومړۍ کلمه چی زموږد\""پاچاګښتۍ\"" ځای ئې ونیوی هغه دکودتا کلمه وه.کودتاچی هرشی وه اوپه هره ژبه کی چی ئې کومه معنا درلوده خوزموږدژبی په خوله اوپه زړه کی ئې په بشپړه توګه دپاچاګښتۍ ځای ونیوی اوورو،وروئې هغه پریوه مخ درواجی استعمال له میدانه څخه وایستله.زمادخپل وخت دیادخبره ده چی کله به زموږ خلګ دشاهی سرکارله زندوبنده څخه ډ یرسرغاړی سوه اوله سیاسی یا اجتماعی اختناق څخه به ئې د وتلوهیڅ مجال نه � �یدی اویابه دلږاظهارپه ګناه ځینی میړني اوزړه ورکسان دتوروزندانوپه کوټه قلفی کی دمرګ ترورځی پوری خاوری کیدله نوپه دغسی شرائطوکی \"" کودتا\"" هرچاته دژغورنی اوخلاصون دپاره دیوې مجربی نسخې په څیرښکاریدله.کورټ می نه هیریږی چی کله به څوک دپاچا \"" تور\"" سونوله ډاره به له هغه سره چاروغبړنه کاوه اوله دې څخه به بیریدله چی م بادادهغه په ګناه به ئې ونیسی.ځکه دشهرناپرسان په استبدادی تاریخ کی دغه رازپیښی خلګودسرپه سترګولیدلی وی. ""دپاچاپه غضب اخته سی\"" یوه له هغوسختوښراؤڅخه وه چی خلګوبه دخپلوجابرودښمنانواوغټوغلیمانوپه حق کی کو� �ه. دهغوسیاسی اوښتنوله مخی چی وخت ناوخته به په نوره دنیاکی دکودتاپه نامه پیښیدله اوخبرونه به ئې موږ په راډیوګانوکی اوریدله یابه موږپه اخباروکی لوستله نوداسی معنائې راته افاده کوله چی داددولت په دستګاه کی دننه یوڅوخیراندیشه کسان په پټه سره کښینی،دځان اواولاد ترسرؤمال تیرسی اوپه یقینی ایثاریافداکاری دخ� �ګودنجات دپاره خپل ترمنځ ټینګه ایمانی ژمنه وکړی څودوسلې په زوریوټولواک،یاواکدار،یاواکمن،یاجنرا� �،یاپاچااویاکوم بل مطلق العنان صوبدارله سیاسی قدرته څخه واچوی اووګړی دهغه دزورـ زیاتی له غمه څخه خلاص کړی.په دې حساب چی کودتا دظلم اوفشارله درانه باره څخه دیوولس دخلاصیدوبریمنه لاره ګڼله کیدله نوهم دخواصوپه ذهن اوهم دعواموپه زړه کی دیوې سربډاګی میړانی اوقهرمانۍ نوم وچی داختناق تربشپړی سیطری لاندی ئې عادی وګړوح تی تصورلاهم نسوای کولای.موږچی په خپل ظلم ځبلی وطن کی دکوم چاله خواڅخه دیوې کودتا ساده فکرلاهم ممکن نه ګاڼه نودنوروځایوکودتاګانی چی به مواوریدلی دخپل زړه سوده موپه کوله. زما له یاده څخه نه وزی چی په مصرکی دجنرال نجیب اودهغه ترشا دجمال ناصرکودتائی راپاڅیده چی په ۱۹۵۶ـم کی ئې دشاه فاروق دپاچهۍ کمبله دیوې کودتاپه برکت ورټوله کړه یوه داسی امید بخښونکی پیښه وه چی زموږزلمی ځوانان دلته په خپل کورکی لا ورته هوسیدله.ددغی کودتاخبرمادکندهاردطلوع افغان دورځپاڼی په اداره کی واوریدی.هغه زمانه دکابلی سرکارمطبوعاتی مدیرهلته مرحوم محمدشاه ارشادؤ.زه ئې دورځپاڼی ادارې ته وررغلی وم.دمصردکودتادخبرله رارسیدوسره حتی دشاهی سرکارددغه پوره اعتمادی مدیرله خولې څخه بې اختیاره زماپه مخ کی داسی هیجانی جمله په لوی ږغ راووتله چی : \"" رب دی دغه سنت عمومی کړی !\"" دده له احساساتی لهجې څخه پوره څرګندیده چی وایې کشکی دغه دکودتا دود دلته هم عملی سی. بیانوپه ایران کی کودتا،ترهغه پسې په عراق کی کودتا اوداسی نوری سرپرسرکودتا ګانی مودنړۍ په بی� �ابیلوهیوادونواوځایونوکی پرله پسې اوریدی چی دسیاسی مورال په حساب ئې زموږدقدرت څښتنان خورازیات بیروله اودآزادۍ غوښتنی په مبارزوکی ئې دځوان نسل یاغی روحیه ډیره تقویه کوله.لنډی دا چی کودتا یوه مطلوبه کلمه وه اومعنائې زموږپه تصورکی هم هغه وه چی یولږشمیرکسان په پټه دایثاراوفداکارۍ په روحیه درژیم دبدلون یااوښتون دپاره ناڅاپه وسله وال پاڅون وکړی. زموږدوطن په سیاسی بهیرکی هم دکودتاهڅی دمحمدنعیم خان اوبیادعبدا� �ملک عبدالرحیم زی په نامه زموږترنظرتیری سوې.خوداکودتاوی که ئې چیری واقعیت درلودی،بری ته ونه رسیدی.ځکه دیوې فارسی ډرامې په استناد چی: \"" حکومت بیداراست\"" هغه شنډی سوی اومخکښان ئې داوږده کړاواوزحمتناکه بندیتوب په مصیبت کښیوتله. دسیاسی تحول په منظوردکودتاهمدغه مقبول یامنلی مفهوم زموږپه اذهانوکی ځای نیولی و،خوله څنګه سره ئې وخت ناوخته دانقلاب کلمه هم په اشعارواوآثاروکی دلته هلته غلی په مخه راتلله.دسرداردا� �دخان اقدام چی دده په مبارکه خوله دوراسته سلطنتی رژیم خاتمه ئې وویله هم په رسمی خپرونوکی دکودتاپه ویاړلی نامه سرکاری اخبارچیانوونوماوه.په هم هغه دوران کی بیایوه بله کودتاد مرحوم       محمدهاشم میوندوال په نامه ټاپه سوه چی دیو شمیرکسانو دوژلو،ټکولویاځورولو سبب وګرزیده اودکابلی خبرچیانوله خوائې په یوه یابل تعبیریادونه وسوه.کودتاګانی چی په نړۍ کی ډیری زیاتی سوی اوله تخیلی ارمانوسره سم ئې دسیاسی مبا� �زوهیلی ترسره نکړی نوورو،وروئې ځای انقلاب ونیوی.دانقلاب په ادبیاتوکی دسره انقلاب،زرغون انقلاب،سپین ان� �لاب اونورورنګونوانقلابونه هم دخبروبهیرته راکښیوتله.په دې لړکی دپرولتاری انقلاب،بورژوازی انقلاب،اس� �امی انقلاب،کلتوری انقلاب اوداسی نوروانقلابونووراشې هم میدان ته راغلی.خوزموږ په مجلسوکی چی زیات حساب پ� �کیدی هغه لومړی دفرانسې سیاسی ـ اجتماعی انقلاب اوورپسی داکتوبرسوسیالیستی انقلاب وچی زموږدسیاسی هیجاناتودپاره ئې دالهام یوه سرشاره مایه جوړوله. دهمدې شرائطوپه غیږکی هغه ډیره غټه پیښه چی زموږپ� �خاوره د ۱۹۷۹ـ م د اپریل په ۲۷نیټه یا د ۱۳۵۷ش هـ کال د ثورپر ۷مه نیټه دکابل په پای تخت کی له یوې سیاسی ګړبی سره راپیل سوه اوتراوسه ئې لادخونړیوورانیوطوفانی بهیرونه ادامه لری په خپله نوعه کی دبشری تاریخ یوه داسی ستره واقعه ګڼله کیدای سی چی دوطنی،منطقوی اوجهانی ابعادومتحول ترکیب ئې په نوعیت کی پوره څرګندیږی. دیادونی وړئې بولم چی که ددې لوئی پیښی په اړه یونیم بیانونه لږیا ډیرراپه زړه سی اوښې یابدی خاطری ئې دواړه دهم هغی زمانې له احساسه سره سم په پښتنی صداقت ولیکلی سی نوښائی چی زموږدنیژدې تاریخ یوه ډیره مهمه پاڼه به دابدی هیری له چپاوه څخه ژغورلی پاته سی.دغه ماجراچی حتی مرکزی لوبغا ړوئې لاهم د اجراء کید وعملی تصورکله نه وکړی په د ا سی ډ را ما ټیکه توګه ناڅاپه رامیدان ته سوه چی چاته دبیری،چاته دامید،چاته دحیرت،چاته دذ� �ت،چاته دقدرت اوچاته بیخی دخوب ؤخیال یوه معامله وایسیدله.خوپه هرحال ټوله په دې احساس کی په یوه خوله وه چی خبره خورازیاته غټه ده.ځکه زموږ خپورعامه ذهنیت چی داوږده استبداد اونه تمامیدونکی اختناق دسیاسی قدرت له پاخه استقراره سره پوخ عادت نیولی ونودداسی یودم راچپه کیدواوبیخکی رانسکوریدوفکرئې لاهم نسوای کولای.پردې لویه پیښه باندی دثورانقلاب،دپرتمین انقلاب،دنوی تیپ انقلاب اوبیاپه وروسته کی دملی ډیموکراټیک انقلاب بیلابیل نومونه په عامه خبرونواوخپرونوکی رواج سوه. دثوردمیاشتی له نامه سره تړلی دغه درنه ټکه چی انفجاری موادئې دسختواستبدادی فشارونواوناتمامه اختناقی دورانونوپه خورااوږده سابقه کی سرپرسرکوټه سوی وه دشلمی پیړۍ دستروتاریخی پیښوپه جهانی فهرست کی پوره ځای نیولای سی.دجریاناتودغه پړاوچی دافغانستان دسیاسی اواجتماعی تاریخ په بهیرکی له نن څخه شل کاله وړاندی تریولړپرله پسې ټکرونووروسته د ګوندی ـ نظامی یا حزبی ـ فوجی حرکت په سلسله راپیل سواوخاتمه ئې تردې اوسه (۱۹۹۹ـ م ) پوری لاهم روښانه نه ښکاری،هغه لویه پاچاګښتی ئې وبولۍ چی دمشرانواوکشرانوډیرسرونه ئې وخوړله اودافغانستان ترهره ګوټه پوری ئې لیونۍ ډکې اوزوروری څپې ورسید� �ی.په ګرده هیواد کی داسی څوک پاته نسوه چی دمثبتوښیګڼواومنفی بدګڼوتراغیزولاندی ئې رانسی.هغه چاچی په دې ح� �کت کی سازمانی ذمه واری لرله نودخپلی ګوندی ستراتیژۍ پربنائې ددې خبری حق درلودی چی نوی تیپ انقلاب ئې وګڼی اویائې دیوې بلی ژبی په همداسی تقلیدی نا مه وبولی.دوی البته یوازی دقدرت داخیستلودپاره دنظامی چپاوواحده ح ادثه په پام کی نه نیوله بلکی هغه ټوله انقلابی پروګرامونه ئې په نظرکی وه چی یوه نیمه لسیزه وړاندی ئې دټولنی دانقلابی تغیردپاره په خپلوتبلیغاتواوتعلیماتوکی خلګوته په ډاګه اعلان کړی وه.دوی به ټوله له ګ� �دوښواوبدوسره پرهمدې ځای پریږدوچی دخپلوپروګرامودتحقق دپاره ئې کومه لاره واخیسته اوپرکومه خواو� �اړه. رابه سودخپل وخت هغه یوشمیرجدیدخیالویاروښانفکره کسانوته چی له دې بهیره څخه ګوښی پاته وه اودغی ناڅاپی پاچاګښتۍ دیوې غیرمنتظره واقعې یانابوبره حادثې په څیرپه خوراغټ حیرت کی واچوله.دغسی کسان تریوڅه وخته پوری په دې فکرکی وه چی دوی خوپه پخواکی دخلګ ډیموکراټیک ګوندله زیاترولویانوسره ډیری نیژدې شخصی پیژند ګلوۍ درلودی نوښائی چی دوی ته به په دولتی جوړښت کی سمته برخه ورکړی اوخولۍ به ئې په غوړوکی سی.خوپه ګوندکی دننه چی دولجوپرسرکشمکشونه یادصوبداریوپرسرنوی اوزاړه تضادونه په خوټیدوکی وه نوددولتی لوبی هرکاره یاکړۍ ورځ په ورځ ترداسی اندازې راکوچنۍ کیدله چی په خپله دسرې مبارزې لوبغاړی لاهم په هغی کی نه سره ځائیدله.دتوزنی هیلی په طمعه دغه کسان چی کرار،کرارد دې نوی ګوند ی پاچهۍ له درباره څخه یومخیزه ناامیده کیدله اودنوی ان� �لابی واکدارانوله خاصی پاملرنی څخه محروم پاتیدله نودلومړی ځل دپاره ئې دغه ستره پاچاګښتی چی سرکاری ژورنا� �یسټیانودثورپرتمین انقلاب معرفی کاوه،دخپل زړه دسړیدودپاره په پټوخصوصی مجلسونوکی په پښتوژبه \"" دغوائی اړودوړ\"" بلله.په دغه خندوونکی ټوکی نامه باندی ئې دخپل زړه سوده کوله اودورپیښ محرومیت لمبه ئې په سړو� �ه.دغوائی نوم له دې اړودوړه سره چندانی نامانوسه هم نه ښکاریدی.ځکه په ګوندکی داسی یوڅوپيژندلی کسان هم وه چی دسیاسی مبارزوپه دوران کی ئې وختی لادخپل صورت یاسیرت له مخی دځینوبودګانودنومولقبونه دحریفانوله خواڅخه اخیستی وه.دحیوانی نوموالقاب زموږدژبی په طنزیه یاهجویه کلتورکی چندانی بې سابقې هم نه ګڼل کیږی.ځکه چغال س� �ور،اوښ لالو،خرګلواوماراودرامان ئې دمثال په ډول یادولای سم. بله پلابیاله ګونده وتلی یوډیرکړولی ګوندی چی پخوائې ددې جریان وندرته خوراډیرنوی زلمیان راوستلی وه اواوس دمحرومیت په خړه ورځ کی د انقلابی م خکښانوله ردیفه څخه دباندی پیکه ښکاریدی نوکله چی به ده ته دتقریرواګی په لاس وررغلی،دغه پاچاګښتی به ئې د� �وازپه فشارد \"" کودتا\"" په نامه سپکوله.دده له لهجی افاده داوه چی په دې حرکت کی خلګویعنی ده په خپله ونډه نه ده اخیستی نوځکه په علمی حساب انقلاب نه ګڼل کیږی بلکی دیوڅوکسانوکودتاده.دده له وینا څخه ښکاریده چی په نظری توګه ئې انقلاب هغه اوښتنه بلله چی ټوله خلګ راوپاڅی اوخپل سیاسی ـ اجتماعی سرنوشت پربل مخ واړوی. دهمدې لړۍ خبره ئې وبولۍ چی ورو،ورودجهانی تبلیغاتوپه امریکائی سبک کی بیا \"" دثورکمونیسټی کودتا \"" باب سوه څودم� �اومت دسیاسی ادبیاتوپوخ ورد وګرزی.خوهغه څوک چی په یوه يابل دلیل ئې دثورپرپاچاګښتۍ باندی دانقلاب ښه نوم نه پیرزوکیدی نوئې په مخالفت کی دې ته ټینګه ملاوتړله چی دکودتانوم پرهغه باندی پوخ کړی.دوی غوښته چی انقلاب دیوې ستایلی پدیدی اوکودتادیوې غندلی پدیدی په څیروښیی.په هرحال کودتاچی یوه زمانه زموږپه اذهانوکی ښکلی بڼه در� �وده هغه ئې په بدرنګه څیره ورواړوله.په خارجی تبلیغاتوکی دې ټکی ته زیاته توجه څرګندیدله چی دثورپاچاګښتی دکودتاپه نامه محکومه کړی.دکودتاله څنګه سره چی ئې بیادکمونیسټی اوخونړی کلمات هم ملګری کړه نوپه یوه ټک ئې درې څلورمرغۍ ښکارولی.په پیښورکی یواخبارچاپیدی اوماچی به وخت ناوخته دهغه مقالې کتلی نودابه ځنی ښکاریده چی یوازی د \"" کمونیسټی کودتا \"" پربې اعتباره کیدوباندی له خپلوسپانسرانوڅخه یوڅوخوشمړی لاس ته راوړای سی.ځکه په هره لیکنه کی به ئې پرځای یابیځایه ددغوکلماتووچ تکرارهرومروپه مخه راتلی. دورځواوشپوله تیریدوسره دثورخوندورانقلاب چی ګوندیانواوهوادارانوئې په رشتیا یاپه درواغودهغه پرمزوباندی دویاړژبی ټکولی،کرا� �،کراردیوډیربې خونده ژوولی شخوند په څیرله خولې څخه تف سو. د ا نقلاب د نا مه با رچی د ګوند پروژل سوی مشرنجیب الله باندی ډیروغمیدی نوئې په رسمی توګه هم په خپله اوهم دانقلابی ګوند په نمایندګی پریوه مخ له خولې څخه واچاوه اودتحول ترمجهولی ټاپې لاندی ئې په خپل نوی اساسی قانون کی دیوه محکوم مفهوم په توګه دتاریخ خاوروته وسپاره.ده داسی ګومان کاوه چی په دې چاره به ئې درد دواسی اوله دی درانه باره څخه به ئې اوږې لږڅه سپکی سی.اوس په خپله پاشلی ګوندیان دغه لویه اونه ختمیدونکی پاچاګښتی چی سراسرپه ګداګښتی هم بدله سوی ده کله د تحول،کله دتطور،کله دپاڅون،کله داوښتون اوکله ناکله ئې بیادامریکادسیاسی مقاماتودمزاجی خوښۍ دپاره دخوشامندپه توګه دثورخونړۍ کمونیسټی کودتابولی. اوریدلی می دی چی دخلګ ډیموکراټیک ګوند دمرکزی کمیټې یومبتکرغړی بیا خپله دغه ویاړلی تاریخی کارنامه نن سباپه جګه غاړه \"" دغوائی خوشائی \"" یا \""دغوائی مرداری \"" بللی ده. دثو� �جهان شموله پاچاګښتی که دسیاسی تمایلاتویاناملایماتوله اغیزوڅخه لږڅه ګوښی ترکتنی اوڅیړنی لاندی ونیوله سی نوددې واقعیت حدس وهل کیدای سی چی دلته په سیمه کی یوشمیرنړیوال پیچلی مسائل موجودوه اودهغوڅرک له دې ټکی څخه لګول کیدای سی چی دثورله پاچاګښتۍ سره په یوه وخت کی دایران پاچاګښتی هم منځ ته راځی.ماهروخت ویلی دی اوبیاهم وایم چی ددې تاریخی بهیر خارجی ماهیت ترهغوپوری څوک په واقعی ډول نسی پیژندلای څوچی د شوروی د \"" کی . جی .بی .\"" اصلی اسنادئې دامریکاد \"" سی .آی .اې .\"" له اصلی اسنادو سره یوځای دکمپیوټری پلټنی په رڼاکی ترکتنی نه وی ایستلی.ددې معنابه نوداوی چی زموږدبدمرغیوخارجی عوامل به دقیامت ترورځی پوری یومخ پټ پاته سی. نن په داسی حال کی چی دثورپرتمین انقلاب دانقلابی قهرمانانوله خولی څخه پر یوه مخ لویدلی دی خودثوردکمونیسټی خونړۍ کودتاپرمړه لاښ باندی لااوس هم مسلسل دتبلیغاتومرګکی وارونه کیږی.خارجی هیوادونه اویادهغوتنخاخواره چی دسیاسی ملحوظاتوپه خاطردغه کارکوی نوخوحق ئې دی چی دخپل منفعت په استقامت کی ئې دغه لاره په مخه اخیستی ده.خودلته بیایوبیچاره خوارکی ګوندی چی نه ئې توبې څوک منی اونه ئې داوښ دپل په جوړولوبخښی خودی لاجوغیدلی وی چی دخپلی تخیلی تبرئې دپاره دغه لویه حادثه یاستره فاجعه دکودتاپه خبیث نامه باندی یاده کړی.ددغه � �ازکسانوعمل ماته دکلیوالوهغه پخه خبره راپه یادوی چی وائی اوزګړی له لیوه سره یوڅه لاس لګوی خوخرچی شرمښ ووینی نوغړی ئې وتښتی اودخوشامند په توګه دهغه ترمخ دمرګ لوری ته پرخپلوپښوورسره ځغلی. ددې بهیرپه تاریخی م� �نډوکی دارازګډی وډی لاهم دیادونی وړدی چی یووخت زموږیوه پیاوړی څیړونکی هغه مهال چی له کوم راډیوئی خبریال سره ئې په مرکه کی دثورپرپاچاګښتی باندی دکرکی په قهرجنه لهجه خپل ډک زړه خالی کاوه نونیژدې وچی دنفرت ټوله خ� �وښ تر\"" ثور\"" خوارکی وګاږی.ځکه دده له علمی څیړنی سره سم هم د ملحد واوهم د مجاهدوغبرګی ټکی دواړه دهمدې ثور په دوران کی دافغانستان پرسرلګیدلی دی.باید شکروکښل سی چی داګړبه دلړم یا چونګاښ اویادکوم بل ځناورپه میاشت کی نه ده پیښه سوی.ثوریعنی غویی خولاډیره پروانلری ځکه هغه دبقرې زوی دی اوبقره هغه مقدسه هستی ده چی د خدای دعربی کتاب دوهم څپرکی دهمدې مبارکی په نامه بلل کیږی.که خبره داسی نه وی نوپه نجومی حساب نه ثورغویې دی،نه هم سرطان چونګاښ اونه هم عقرب لړم. که دالفاظوترڅیړنیزوټوکوټکالوراتیرسونوخدای په رشتیاخوښیږی چی له دې ټوله رنګارنګ استعماله سره بیاهم ولاکه موږسم پوهیږوچی کودتاڅه شی ده اوانقلاب څه ته وائی.راسی تروسه،وسه زیاروباسوچی دڅیړنی خبره له کودتاڅخه راونیسو اوترانقلاب پوری ئې ورسوو. کودتاخوزموږله پخوانی خیاله سره سمه هغه ناڅاپه نظامی پیښه ګڼله کیدله چی یوڅوناپیژندلی سربډاګه پوځیان ئې دیورژیم اویادرژیم دسرانودایسته کیدودپاره سرته ورسوی.خودکودتاچیانوپیژندنه اوددوی سیاسی تګلاره نوبیاوروسته کرار،کرارپه خپرونواوم� �کوکی خلګوته څرګنده سی.ددغسی یوه مفهوم له مخی دثورپاچاګښتی هیڅ کله کودتانسی بلله کیدای.ځکه لومړی خودا ناڅاپه نه وه،دڅوناپیژندلوکسانوله خواڅخه نه وه.دیوه ګوند له خواڅخه وه چی ټولو خلګوښه پوره پیژندی اوخپل پروګرامونه ئې هم له وختی څخه لاپه ډاګه اعلان کړی وه.بل نوله پخوانی مفهومه سره سمه موږکودتاته زیاتره داسی فکرکاوه چی بایدترډیره وخته ئې نظامیان اداره کړی.خودثورپاچاګښتی چی نن سرته ورسیده نوسمدلاسه په داسبائې دادارې ټوله دولتی واک دګوندملکی مشرانوته ورانتقال سو. بایدداخبره یاده سی چی په افغانستان کی دالومړی ځل � �چی نظامی واکداری په ملکی واکمنی بدله سوه اوښائی دماتی یواساسی عامل ئې هم دغه نوی بې سابقې انتقال وی چی ددولت په لوړه سطحه کی په سرورسیدی.دادثوردپاچاګښتۍ هغه بنیادی ټکی ګڼل کیدای سی چی له کودتاسره اساسی فرق ل� �ی. اوس به راسودې خبری ته چی کودتادلویدیځوادبیاتویاغربی سیاسیاتوپه هنداره کی وګورو.دکودتاکلمه (coup d� �etat ) چی فرانسوی ئې بولی د ویبسټرپه غټه انګریزی ډکشنری کی داسی ښوولی سوی ده: په سیاسیاتوکی هغه ناڅاپه اوغوڅ اقدام ته کودتاویله کیږی چی په تیره بیادغه اقدام په غیرقانونی صورت یادقوی په زوردیوولاړحکومت داوښتنی سبب وګرزی.غربی پوهان زیاتره ددې کلمې دسیا سی هویت په مورد کی داسی تصورله ځانه سره لری چی که کله پرپښوولاړ یوانتخابی حکومت دناپیښه نظامی اقدام یادقوې داستعمال له لاری رانسکوره سی نودغه شان حرکت دکودتاپه نامه یادیږی.  که موږپه رشتیانی انصاف همدغه ډیموکراټیک پرنسیب په پام کی وساتونو دافغانستان په سراسری تا� �یخ کی دپرله پسې حکومتونودولتی بنیادله ډیری پخوا زمانې راهیسی کورټ هغسی یوې مرحلې ته کله نه دی رسیدلی چی ه� �ته دیوه ځل دپاره لاهم یوټاکلی انتخابی حکومت دغربی ډیموکراسۍ له اصولوسره سم په کوم وخت کی منځ ته راغلی وی.هرحکومت یاښه یابد هرکله دیوه بل چاله خواڅخه په زورایسته سوی دی اوهغه ئې پرځای کښینستلی دی.همدغه دلیل دی چی زموږ هیڅ حکومت ترهغه مهاله چی زوردرلوولی دی بل چاته ئې ځای نه دی ورپرې ایښی.ځکه ګرده تاریخ مودزوربا� �ای زوریوه ناتمامه پروسه ده اوددولتی قدرت دپاره دهمیشنۍ جګړې دغه مداومه قانونمندی موکله پټه کله ښکاره ت� �اوسه لاهم په ملک کی روانه ده.یووخت چی مقتول نجیب الله دسولی په منظورظاهرخان پاچا وطنی اشتراک ته راوباله نوهغه ئې په جواب کی دنجیب الله حکومت غیرمشروع وباله. خومرحوم نجیب الله په دې غبرګون کی پوره حق په جانب وچی ظاهرپاچا ته په رډه ووائی چی ستاسی حکومت نوکله سیاسی ـ قانونی مشروعیت درلودی.  ظا هروویل نجیب ته نه لـری مـشروعـیت ده هم لڅه کړله سټه د هـغه د ســلطـنـت  چی دخبری سرله نیژدې تاریخه څخه راونیسونورشتیاهم له امان الله څخه حبیب الله ،له هغه څخه بیانادر،له ظاهرڅخه بیاداؤداوله ده څخه بیانورمحمد دولتی قدرت په زورونیوی اوهم دغه شان تردااوسه پسی راځی چی هرچاپه هروخت کی په خپل زوریادبل په زوردحکومت واګی په لاس کی اخیستی دی.دافغانستان په دولتی سطحه کی چی سوله مشکله ده دلیل ئې هم دادی چی دلته هرڅوک په زورسیاسی قدرت ته رسیږی اوزوروالابیا داحق هیچاته نه ورکوی چی هغه میدان ته راسی او بې له زوره دوچ انتخاب په قوت دده ځای ونیسی.ددغه تاریخی واقعیت په پام کی ساتلوسره که داوسنی زمانې غربی مقیاس په نظرکی ونیول سی نودافغانستان سیاسی تاریخ له آدمه تردې دمه پرله پسې دزوربالای زوریوداسی بهیردی چی په عصری معنامدنی دولت یاقانونی حکومت ته کورټ دراپیداکیدومجال نه ورکوی. په دې صورت کی نوزموږدتاریخ دهری زمانې ټولی پاچاګښتۍ،دثوردپاچاګښتۍ په شمول،یورنګه یایوشانته نوعیت لری اوله دې خبری څخه دانتیجه راوزی چی یا خوټولی بې له استثناء څخه کودتاوی ګڼلی کیږی اویاخویوازی دثورپاچاګښتی ددې سیاسی ام تیازحق نلری چی په دې بې مصداقه نامه باندی یاوستایله سی اویا وغندله سی.خوله دې سره بیاهم که چیری دثو� �پاچاګښتی دتبلیغاتی موډپه سلیقه کودتا وبلله سی نوهغه بیامشکله ده چی کمونیسټی وګڼله سی ځکه ترپایه پوری کمونیسټی چین له دې کبله په رسمیت ونه پیژندله چی هغه ئې کمونیسټی نه بلله.  دثوردپاچاګښتۍ دکودتائی نامه له تبلیغاتی اغیزوڅخه چی ځان راوباسونوڅیړنه مو سمدستی له دې پوښتنی سره مخامخ کیږی چی زموږدتاریخ دغه ستره پیښه باید له علمی دریځه دانقلاب دمعیاری موازینوپه ګچه هم ترکره کتنی لاندی سمه وپلټو. دانقلاب توری یوه عربی کلمه ده چی په زیاترومواردوکی دبدلون یااوښتون په معناترجمه کیدای سی.خوهغه مفهوم چی زموږپه ژبوکی ئې اخیستی دی،عربیان ئې په خپله ژبه کی د \"" الثورة\""  په لغت افاده کوی.زموږدژبوپه بهیرکی دسیاسی، اجتم اعی،کلتوری ، بورژوازی ، پرولټاری ، اسلا می اوداسی نوروډ ولونوانقلابی ترکیبونه هم دلته هلته دیوه یابل هدف دپاره تراستعمال لاندی راغلی دی. خودټولو ترمنځ ئې مفهومی اشتراک په دې افاده کی راڅرګندیږی چی یومسلط م وجود حالت بایدتغیروخوری اونوی کیفیت ئې ځای ونیسی.دعمومی تیورۍ په رڼاکی خبره داسی ښکاری چی دیوې ټولنی وګړی دژوندانه دکاروبارپه هلوځلوکی حرکت کوی اودغه حرکت له هره پلوه په مجموعی توګه پرله پسی مخ پرزیاتیدو اوپ� �اخیدووی.همدغه انکشاف بیاپه ځان کی دننه دبیلابیلومنافعوترمنځ خوښ نا خوښه دتسانداوتضادیااتصال اوانفصال دوې سره تړلی غبرګی پدیدې منځ ته راوړی.ددې پدیدودرشدجبری پروسه هرومروداغواړی چی دوګړوپه ټولنیزو روابطوکی ئې دزیاتیدونکی ودی پرمخ باندی دروازه تړلی نه وی.که ټولنه په مثالی توګه دبخارله دیګه سره مشابه وګڼله سی نودغه دیګ چی کله په ایشناوکی وی،داورته په کارده چی یومنفذ ولری څودبخاردډیریدوفشارئې دچاودنی ترټکانې ونه رسیږی.که چیری دهغه په جوړښت کی دبخاردوتلویوټاکلی منفذ نه وی نو دفشارله زیاتیدوسره هرومروچوی.یوه ټولنه هم ددې دپاره چی پرله ونه چوی نو باید وګړی ئې دداسی ټولنیزوروابطوپه شبکه کی عیارسی چی دفعالیتونواو ح� �کتونودانکشاف مخه ئې کلکوبندشونویاخنډونوپه ټپه نه وی راګرزولی.خوکه ئې مخه بنده وی نوهلته که دچازړه غواړی اوکه نه غواړی یوه چاودنه حتمی بلله کیږی.ځکه دهغی ټولنی په دننه یادباندی کی داسی شرائط راپیداکیږی چی دمس� �طو ټولنیزوروابطوراکده شبکه ئې پرله وچوی.ددغسی یوې چاودنی نوم انقلاب دی چی په انګریزی کی د \"" ریولیوشن Revolution \"" په نامه یادیږی.دغه لغت په قاموسونوکی دداسی بدلون یااوښتون په توګه معرفی کیږی چی دخلګوچپاوی پ� �ګنی راوپاڅی څوپرځای ناست حکومت په دسته جمعی قوت رانسکوره کړی اودټولنی جوړښت یاسکښت سرچپه راواړوی.په دغه زورکی اوښتنه کی چی دټولنی دغړوسیاسی،اقتصادی اواجتماعی دریځونه بدلیږی نوسخت خونړی ټکرونه ئې له بې رحمه ت� �دده سره هم ملګری وی.انقلاب نویوه اختیاری یاانتخابی پروسه نه ده بلکی یوډول انفجاری عملیه ده چی په یوه ډول دډولونومنځ ته راځی اوبې بندوباره سرې لمبې ئې له تورودودانوسره ترډیره وخته پوری له خروښه څخه نه لویږ ی. دسیاسیاتوغربی پوهنه بیا دانقلاب یا \"" ریولیوشن \"" په مقابل کی د \"" ا یوه لیو شن Evolution \"" یوه کلمه هم لری چی په تکامل ترجمه سوی ده.داالبته دټولنی په موردکی دتدریجی یاتکاملی بدلون هغه نسخه ده چی هلته دانکشاف لاری دوګړو پرمخ باندی ټپی نه وی ټړلی اوټولنه ئې سوکه،سوکه دنسبتی ثباته سره یوځای دتغیرپه بهیرکی داوښتنی اوپرمختلنی بشپړتیائی پړاوونه هم وهی.دانسخه دتدریجی تغیریوه عملیه وګڼی چی په سیاسی سطحه کی ئې رشتیانۍ � �یموکراسی دبشری نړۍ په یوه یابل ځای کی دټولنیزومبارزودفشاردپاره دمنفذ په توګه ایجادکړی ده. خود دې نسخې تطبیق ا لبته د سوچه روښا نه ا نسانی ذ هنیت په کـلتورکی د ا یجاد اواستقرارزمینه پیدا کولای سی. دې ټکی ته باید سم پام راوګرزول سی چی بنیادی انقلابونه زیاتره په دووبڼو یا څیروکی خپل ځان پوره ښکاره کوی.ځکه چی یوئې دماهیت له مخی سیاسی نوعیت لری اوبل ئې بیا سربیره پرسیاسی خصوصیت اجتماعی نوعیت لری. کیدلای سی چی � �ومړی دسیاسی انقلاب اودوهم داجتماعی انقلاب په نامه سره بیل سی. سیاسی انقلاب هغه دی چی په پیښه کی ئې یوازی دولتی رژیم تغیروخوری اوپورته،کښته یوشمیردولتی نهادونه هم له حکومتی مامورانوسره لاندی باندی ترله واوړی راواوړی.خواجتماعی انقلاب بیاهغه بیخکی بدلون دی چی دخلګوترمنځ دملکیت مستقرروابط پرله وشکوی اووګړی ت� �هغوپوری چی په نووروابطوکی تنظیم کیږی،سراسیمه غوندی په یوه عامه اوتامه لګه درګه کی یودبله سره دټکرونو� �کې وهی.زموږپه سیمه کی په مثالی توګه دایران انقلاب دسیاسی نوعیت له مخی اودافغانستان انقلاب داجتماعی نوعیت له مخی ټیپکی تاریخی نمونې ګڼلی کیدای سی. دثورپاچاګښتی دانقلاب په تعبیراودهغه زیاتره غټ پراب� �مونه البته دهغوروابطوله تغیره سره اړه لری چی دمځکی دملکیت په برخه کی د \"" ا خ د ګ \"" له خواڅخه راپیل سوه .که څوک ددغه ملکیت زړه شبکه اوپرهغی باندی ولاړمؤسسات دبې سنجشه هوسانه تغیراتوله عواقبوسره یوځای ترکتنی � �اندی راولی نوپه دې خبره ئې پوره سد رسیدای سی چی دغه دثورپاچاګښتی ددې پرځای چی دکودتاپه کوچنوټی نامه ئې اهم یت له نظره واچول سی،په خپل تاریخی ماهیت کی ئې دافغانی،منطقوی اوجهانی انقلاب پیلامه کښیښووله.ځکه له لومړی سره څخه دهغه ټوله جریان دهرچاپرلاس باندی دملکیتونودنیولو،یاګټلو،یالاندی کولو،یاخپلولواویا بایللویوه ناتمامه لیکلیکه وګرزیدله چی دخاتمی عوضی شبکه ئې په نیژدې زمانه کی لاهم نظرته نسی راتلای. دبانډاری داپاړکۍ پرځای ده چی وايی:  زموږدثوراړودوړ په کودتاکوچنی کیدی اوس هغه دټول جهان ت� �چړپیدوورسیدی  هغه مهال چی دوطنی ځوانانودبیدارۍ په دوران کی دکودتا آیډیال په انقلاب بدلیدی نوزموږپه تصوری خوبوکی ئې یوه داسی مقبوله منظره انځوروله چی ښائی د عمومی اختناق له سیطری څخه مویوم خیزه آزادولای سی اودهراړخیزه انکشاف لویي روښانه لاری موپرمخ پرانیستلای سی.کوم شاعریالیکوال چی به کله دانقلاب توری پټ یاښکاره په خپلوآثاروکی ځایاوه نودویاړبریتونه به ئې تاووله چی ولازه هم دایم انقلابی یم.دغه زمزمه یوه زمانه دپای تخت دعیاشیواوساتیریوپه شرابی بانډاروکی هم دترنم دپاره موډګرزیدلی وه چی:  غلی شانته انقلاب دی بدلوی د زمانې رنګ  له هغوټولوڅرګندوم� �خصاتوسره چی دثورله پاچاګښتۍ څخه په نړیواله سویه  د ا جتماعی ا نقلاب یوه تا ریخی مورینه جوړوی ، خوبیاهم ځینی لا ا با لی کسا ن  یامتمایل ژورنالیسټیان دخپل زړه دسړیدویادحق الزحمې دحلالیدودپاره هرکله دې ته جوړیدلی وی چی دثورپرانقلاب باندی دکودتا نوم پوخ کړی.دوی په عین حال کی خلګوته داسی ذهنیت ورکوی چی کودتاخوراناوړه چاره ده اماانقلاب بیاله عیبه پاک یوسپیڅلی جریان دی.ښکاری چی ددغه رازکسانوپوره دافغانستان په سترانډوخرزړه نه دی سوړسوی اونورانقلابونه ئې لاهم ورته په نیت کی دی.ځکه نویانه پوهیږی اویانه غواړی چی داحقیقت سمدم په ډاګه کړی چی انقلاب، که په هرنامه وی،هغه دورانیواوبربادیوبې جلوه طوفان ګڼل کیږی. دانقلابوپه څیړنواوپلټنوکی هم رازپه رازډیری رنګارنګ خبری تللی اوراغلی دی. یووخت به داسی ویل کیده چی کله ټوله خلګ قهریدلی راوپاڅی اوپه یوه ټولنه کی دژوند سیاسی ـ اجتماعی سکښت بدل کړی نودغه شان عمومی قیام انقلاب بلل کیدای سی.موږهمدغه رازاسلامی انقلاب دسرپه سترګوپه ایران کی ولیدی چی دوګړوټولوقش� �ونودزړه په اخلاص پوره برخه پکښی واخیسته خوکله چی په سر ورسیدی نودخلګوپه درد ئې ونه خوړله اودیوه بل انق� �اب دضرورت ستونزه ئې دوګړوپه مبارزوکی پای ته ونه رسوله. په روڼوسترګوداواقعیت لیده کیدای سی چی انقلاب که ګرده خلګ وکړی اویائې یوڅوکسه وکړی خودهغه خوږې ګوړی یوازی دیوموټ کسانوپه برخه کیږی.دانقلابونودتاریخ نتیجه تل ترتله داحقیقت راښیی چی \"" توری به لالاوهی،مړۍ به اودولاوهی \"" اویا دا چی \"" خوشال خان توری وهی،م نصب سدوخوری \"" . دثوردپاچاګښتۍ دانقلابی مشکلاتوپه برخه کی دځینویارانوله خولې څخه دګوندی درسناموپه تقلیدی سلیقه دابې چورته خبره راوزی چی دلته خو زموږپه هیوادکی یا کارګره موجوده نه وه اویاپوره بشپړسیاسی � �شدته رسیدلی نه وه څودغه جریان دکتابی ارمانودتحقق پرلاره واقعی پړاوته ورسوی.دداسی انډیوالانودراویښولو دپاره ګومان کوم یوازی همدومره چیخونه کافی وی چی داکتوبرسترسوسیالیسټی انقلاب له پیله څخه بیا ترختمه پوری اویاکاله رسیدلوکارګرانوراوچلاوه اوپرلویو جهانی کارناموئې هم سترګی نسی پټیدلای،خودانقلابی نسل نووبچیانوئې په خپل لاس په کریملین کی فاتحه واخیستله. نن سبادفرانسې لوی انقلاب ته دانسانی عقل په تاریخی مح کمه کی هم دغسی یوسرنوشت ګوری. دغربی آثاروپه لیکونوکی ماته څوځله داسی یوه وراشه په مخه راغلی ده چی وائی: \"" انقلاب خپل بچیان خوری \"". که داڅرګندونه دانقلاب دپیژندنی یوه مشخصه وګڼله سی نوپه افغانستان کی خودثوردپاچاګښتۍ روان انقلابی بهیرپه هر پړاوکی تردې دمه پوری خپل زیات بچوړی وخوړله اونورئې لاهم پسی خوری. دلویدیځوپوهانودڅرګندونی رشتیانی مصداق هم دثورپاچاګښتی ده چی دکودتاله مفهومه سره بنیادی توپیرل� �ی. په اوسنۍ نړۍ کی چی زاړه اونوی انقلابونه دمدنی ذهنیت له دریځه مخ پرمحکوم کیدوروان دی نوهررازانق� �اب،که دکفروی که داسلام،دهغه معناورانی ده اوښکلی ښایسته نومونه یوازی دپرده پوښۍ دپرده پوښۍ دپاره ورباندی ایښوول کیږی.که چیری موږانقلاب یاکودتا په یوه یابل ناوړه نامه باندی یوازی ترغندنی لاندی راولونودتاریخی پیوندپرهغه لړۍ باندی سترګی پوټووچی دعلت اومعلول له اصله سره سم ئې یوې فاجعې بله فاجعه زیږولی وی.دتاریخ پیښی دکړیوپه څیرسره تړلی دی اوهره لاحقه ئې دخپلی سابقې زیږنده ګڼله کیږی.دعلمی څیړنوپه چاروکی دتاریخی بهیرپر� �ه پوری تشریح دهغه رازاحساساتی مداخلې مخه نیولای سی چی یوڅوک دخپلی خوښی له ټاکنی سره سم دستاینی یاغندنی په نیت دتاریخ نه شلیدونکی تسلسل ته دبیلابیلومستقلوټوټویاځانته ځانته پارچوپه سترګه ګوری. راسی چی دیوه ژوندی مثال په توګه داخبره دیادونی وړوبولوچی نن ورځ ډیر خلګ په افغانستان کی دننه اوترهغه دباندی دطالبانو� �ه سیطری څخه نفرت کوی، خودټولوخوله چی وپوښتل سی نوغټ اکثریت ئې داوایی چی په کابل کی د \"" رب\"" له واحد کهوله څخه دیوه \"" ربانی\"" ناوړه \"" اسلامی دولت\"" وچی دیوه بل \"" ربانی\"" دناوړه \"" اسلامی امارت\"" فاجعه ئې وزیږوله. داواقعیت په هیڅ وخت کی دهیرولو نه دی چی دکودتایاانقلاب ترمحکومیدوهغه عوامل دزیات نفرت وړدی چی لږ خلګ کودتاته اوډیرخلګ انقلاب ته اړباسی.دواقعاتومنطقی پیوند بایدهیڅ وخت له تاریخی پیونده څخه لیری نه سی. نن سباچی دثورپاچاګښتی دافغانستان دتاریخ یوه ضخیمه برخه ګرزیدلی ده،نوکه ئې ښه بولی اوکه بده،خوددې دپاره چی دهغی تاریخی هویت په ژورنالیسټی تبلیغاتوکی مسخه نه سی، باید په علمی آثاروکی دهغی له عواملواوعوارضوسره یوځای د \"" اجتماعی انقلاب\"" په عنوان تثبیت سی. که چیری زماله دغی سپارښتنی څخه څوک غاړه پیچی اودکودتاپه بیځایه کلمه دثوردپاچاګښتۍ هراړخیزه ورانوونکی انقلابی ماهیت یومخیزه له پامه څخه اچوی نوزه مجبوره یم دپښتنی ولس هغه تاریخی وراشه درته رادمخه کړم چی وایی :   زرئې درمړه کړه خوتاسی ئې لابدی نه بولی ! ",د ثورپاچاګښتی ( ک . اکاډميسين م . ا. نوميالی ) 5114,," د پکتيکا والي ډاکتر اکرم خپ� �واک ادعا وکړه، چې تېرشپه افغان ځواکونو له طالبانو سره د جګړې پر مهال١٠ تنه طالب جنګيالي په ګومل سرحدي و� �سوالۍ کې وژلي دي او ١٥ تنه نور يې ټپيان شوي. ده ومنله چې جګړې هغه مهال زور واخست چې طالب جنګياليو د ګومل و� �سوالۍ په يوه سرحدي پوسته بريد وکړ.  ډاكټر خپلواك وويل يوازې ٣ تنه پوليس مړه او ٨ تنه نور ټپيان شوي دي . د خپلواك په وينا جګړې درى ساعته دوام کړى دى . يو طالب وياند ادعا کړې چې ٦ دولتي پوليس وژل شوي دي . طالب وياند د ٢ تنو طالبانو د وژل کيدو خبر ورکړي دي او دا نه مني چې لس تنه طالبان وژل شوي دي . ",د پكتيكا والي : ٣ تنه پوليس او ١٠ تنه طالبان وژل شوي 5115,," د ملګرو ملتونو عمومي مجمع ته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس وينا د 2006 کال د سپتمبر شلمه : حامد کرزي، د افغانستان د اسلامي جمهوريت ولسمشر، د روان کال د سپتمبر په شلمه نېټه د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع په غونډې کې وينا وکړه. ده لومړى دې خبرې ته اشاره وکړه چې دوه کاله وړاندې يې له هم دغه تريبيون څخه نړۍ والو ته په افغانستان کې د پرمختګونو زېرى ورکړى و او ويې ويل : ”نن دغه د بريو داستان لا دوام لري.“ و يې ويل چې په تېرو دوو کلونو کې افغانانو د دوو عمومي ټاکنو په ترڅ کې خپل هېواد ته د ډيموکراټيک سياسي نظام ټول هغه بنسټونه وربخښلي دي چې افغانستان د پرمختګ پر لوري بيايي. د ددغو هڅو په نتيجه کې ”د افغانستان سړي سر عايد دوه چنده لوړ وباله.“ د لندن په کنفرانس کې د افغانستان حکومت نړۍ والو ته د راتلونکو پينځو کلونو له پاره ”د پرمختګ ملي ستراتېژي“ اعلام کړه. افغانستان او نړۍ والو مرستندويانو د دې ستراتېژۍ د پ� �ي کولو په موخه د افغانستان د کامپاکت په نامه د يو تړون په ترڅ کې د همکارۍ يو چوکاټ جوړ کړ. په دغه چوکاټ کې د افغانستان حکومت دېته ژمن دى چې په هېواد کې د ثبات او سوکالۍ له پاره هڅې روانې وساتي او د قانون او ښې حکومتدارۍ په فضا کې د بشر د حقوقو ملاتړ وکړي. په مقابل کې نړۍ والې ټولنې ژمنه وکړه چې اوږد مهالې نظامي او اقتصادي مرستې به نه سپموي. د افغانستان د سوکالۍ او پرمختګ په وړاندې خنډونو ته په يوې اشارې کې ښاغلي کرزي وويل: ”مونږ وليدل چې تروريزم بيا راپورته شوى دى ځکه چې زمونږ د وګړو پر ضد د وژونکي کامپاين له پاره ترورېستان زمونږ پر پولو را اوړي. ترورېزم د افغانستان د خلکو په سوکالۍ کې خپله نهايي ماتې ويني، ځکه خو زمونږ ښوونځي او روغتونونه سوځول کېږي، علما، استادان، ډاکټران او ماشومان مو وژل کېږي.“ ښاغلي کرزي پر دې ټکي اصرار وکړ چې نن دوه لکه افغان � �اګردان چې دوه کاله مخکې ورته د ښوونځيو دروازې پرانستې وې د تعليم له نعمته محروم پاتې دي او ياده يې کړه چې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ تباه کوونکې ناروغي له منځه تللې وه خو د تروريستي حملو له امله تېر کال د دغه م� �ض څلور او سږکال اوه ويشت واقعې وليدل شوې. د ګوزڼ دغه ټولې واقعې د افغانستان په جنوب يانې هغه ځاى کې چې ترو� �يستان نه پرېږدي چې ماشومانو ته واکسين ورسي پېښې شوې دي. ښاغلي کرزي وويل چې ”تروريستان حاضر دي چې له ټولو پولو واوړي او د کرغېړن تاوتريخوالي داسې چارې تر سره کړي چې افغانستان د بري له لارې واړوي. دوى غواړي چې نړۍوال د افغانستان د بيا رغونې سره د مرستو په کار کې ناکام شي نو ځکه مو د ړندو عملياتو په ترڅ کې زړې ښځې حلالوي، په جوماتونو کې مو په لمانځه ولاړ خلک په بم الوزوي او د مکتب ماشومان وژني.“ دوى په همدې خاطر نړۍوال سرتېري هم وژني لکه کاناډايي عسکر يې چې کندهار ته نېږدې په يوه کلي کې ماشومانو ته د کتابچو د وېشلو پر مهال ووژل او ترکى انجنير يې چې هلمند کې د سړک په جوړولو بوخت و مړ کړ. ښاغلي کرزي ټينګار وکړ چې تروريستان له افغانستان څخه نه دي را وتلي بلکي افغانستان د دوى تر ټولو لومړى قرباني دى. يوازې په افغانستان کې نظامي فعاليت نه شي کولاى چې م ونږ د تروريزم د له منځه وړلو په لار کې د بري تر پولې ورسوي. بايد چې د تروريستانو پټنځايونه، د جلب او جذب شبکې او د تمويل منابع له افغانستان څخه بهر ولټول شي. هغه وويل: ”مونږ بايد دا يقيني کړو چې په سيمه کې سياسي سازم انونه و نه شي کړاى چې له تروريزم څخه د خپلو سياستونو د پلي کولو له پاره د وسيلې کار واخلي.“ ښاغلي کرزي د تروريزم سره جګړه او د نشه يي توکيو سره مبارزه سره تړلې وبللې ځکه چې د نشه يي توکيو غير قانوني کر او تجارت په هېواد کې د قانوني اقتصاد بنسټونه نړوي او تروريزم تغذيه کوي. ده د نشه يي توکيو سره د مبارزې د ناکامۍ عمده عوامل داسې په ګوته کړل : د امنيتي شرايطو نشتوالى، د بديل معيشت د پروګرامونو نه موجوديت او بزګرانو ته د � �اچاقبرانو له خوا د پور ورکول . هغه زياته کړه چې افغانستان د نشه يي توکيو سره په مبارزه کې ژمن دى او هيله يې څرګنده کړه چې نړۍواله ټولنه به هم په دې لاره کې خپلې مرستې جاري وساتي. د نړۍوال سياست په برخه کې ولسمشر کرزي د تروريزم په اړه د يو نړۍوال کنفرانس له جوړېدلو او د مدنيتونو تر منځ د تفاهم په اړه له هلو ځلو څخه ملاتړ وکړ. حامد کرزي په نړۍ کې د اسلام دښمنۍ د پېښو د زياتېدو له امله خپل تشويش څرګند کړ او ويې ويل: ”د يو مسلمان ملت په توګه افغانستان نه يواځې دې ته ژمن دى چې د خپل مقدس دين ارزښتونه وساتي بلکي دا هم غواړي چې د ټولو اديانو او عقايدو د پلويانو تر منځ د تفاهم پلونه جوړ کړي.“ د منځني ختيځ لانجه د ښاغلي کرزي د وينا بل مهم ټکى و. هغه په دې اړه وويل چې افغانستان د داسې يو خپلواک فلسطيني دولت له جوړېدو څخه ملاتړ کوي چې د سولې په فضا کې د اسراييلو په ګاونډ کې ژوند وکړي. په پاى کې ښاغلي کرزي د ملګرو ملتو د عمومي منشي کوفي عنان ستاينه وکړه او هغه ته يې � ��په تېرو لسيزو کې د ډېر ښه فعاليت“ له امله کورودانى ووايه. د واشنګټن په ویلسن سنټر کې د ښاغلی کرزی څرګندونې د 2006 كال د سپټمبر 25 لنډون : د افغانستان ستونزې د شوروی له یرغل سره سم ش� �وع شوې: افغانستان یو ډېر متدین او ایمانداره هېواد و چې په خپل تاریخ او خپلو عنعنو یې ویاړ کاوه. شاید دا خبره چې افغانانو ډېر خپل ماضی ته کتل او لږ یې خپل راتلونکی ته پام و په خپله هم د ستونزې یو اړخ وګڼل شی. روسانو دلته یوه بله ایډیالوژی له ځان سره راوړې وه چې د افغانستان غیرتی خلکو ته د منلو نه وه. په نتیجه کې شپږ ملیونه افغانان پاکستان او ایران ته مهاجر شول او نېژدې درې یا څلور لکه یې غربی هېوادونه ته ولاړل چې ډېری یې هغه کسان وو چې څلور پینځه لسیزې یې په زده کړو تېرې کړې وې. د شوروی پر ضد مقاومت پیل شواو ګاونډیانو، ایران او پاکستان، هم په دې برخه کې مرسته وکړه. په پراخه پیمانه مادی مرستې له بهره هم راغلې. روسانو زمونږ پر خلکو کمونیزم ور تاپه خو د مقاومت له لارې پرې بنسټ پاله مذهبی عقاید هم وروتپل شول. په دې کې د ګاونډیانو ګټه وه چې بنسټ پاله نظریات په افغانستان کې خواره شی څکه خو افغانستان له دوو لوریو ، هم له کیڼ اړخه او هم له ښی طرفه، تر فشار � �اندې راغی. دواړو غوښتل چې زمونږ اصالت ورک کړی او دواړه ناکام شول. روسان له افغانستان څخه په ماتې ووتل او نورې نړۍ مونږ هېر کړو. مونږ که هر څو نړۍوالو ته ویل چې په افغانستان کې لا خطر له منځه نه دی تللی خو هغوۍ زمونږ خبرو ته ارزښت نه ورکاوه ځکه چې مونږ نه دا توان درلود چې له تاسې څخه څه و پېرو او نه مو داسې څه درلودل چې په تاسې یې وپلورو. ځکه خو مونږ تاسې ته ارزښت نه درلود. په افغانستان کې د کرکې او کینې پالونکو د افغانانو په وژلو، د جوماتونو په ورانولو او د مکتبونو په تړلو پیل وکړ. په افغانانو کې یې د کرکې او کینې ایډیالوژی خپروله ، تر دې چې یو ۱۵ کلن ۱۶ کلن ماشوم چې په یوه پاکستانی مدرسه کې یې درس وایه زما یوه دوست ته ویلی وو : زه غواړم چې لمن له بم ونو ډکه کړم او پر نیویارک یې وغورزوم. هغه ماشوم نیویارک نه پېژانده خو دا چې ولې یې په نیویارک کې پمونه جول غوښتل د هغه تعلیم نتیجه وه چې په دغه مدرسه کې ورکول کېده. ما هغه وخت دا خبره د امریکې سفیر ته وکړه خو هغه و� �ته توجه و نه کړه. مونږ چې د طالبانو پر ضد مبارزه کوله زمونږ د ټولنې پوهو عناصرو به ویل چې مونږ یوازې نه شو بریالي کېداۍ، باید چې د امریکا مرسته تر لاسه کړو. د سپټمبر ثوولسمه راغله، امریکا افغانستان ته را ننوته او په ګډه مو بری و موند. له دریو کلونو څخه په کمه موده کې څلور نیم ملیونه مهاجر بېرته خپل هېواد ته راستانه شول، سرکونه جوړ شول او د مطبوعاتو ازادی راغله. ځکه خو ویلای شو چې د ترورېزم پر ضد جګړه هم د افغانانو له پاره ګټو� �ه وه او هم د نورې نړۍ له پاره. هغه پوښتنه چې اوس یې باید مطرح کړو دا ده چې مونږ کاملاً بریالی شوی یو که لا نور څه هم باید وکړو؟ د دې له پاره چې افغانستان بېرته د ترورېزم منګولو ته و نه لوېږی، چې امریکا او نړۍ په امن کې وي ډېر نور څه هم شته چې باید وشی. هغه څه چې امریکا یې له خطر سره مواجه کړې ده هغه د دې خبرې نه درک کول وو چې په یو نړۍوال شوی جهان کې ځوانانو ته د کرکې تعلیم کولای شی امریکا ته هم صدمه ورسوی. کله چې مونږ له روسانو سره جنګېدلو نو چې څوک به هر څومره بنسټ پاله و هماغومره به ورسره ډېره مرسته کېدله. همدغه مېتود و چې په نتیجه کې یې د روسانو له وتلو وروسته امریکې ته ګوزار ورسېد.هغه وخت داسې څوک وو چې له ترورېزم سره یې لوبې کولې، بنسټ پاله م� �هبی فعالیتونه یې په سیاست کې د وسیلې په توګه کارول او هماغه افراطي ډلې وې چې له مرستو يې ګټه اخیسته. په پای کې یې پر تاسې، په نیویارک کې هم ګوزار وکړ. اوس پوښتنه دا ده چې ایا د سیاسی اغراضو له پاره د ترورېزم استعمال په افغانستان کې د روسی مداخلې سره پای ته رسېدلی که لا دوام لری؟ زه وایم چې دا کار لا دوام لري. په افغانستان کې د وضعې خرابېدل، له پولو د ورانکارو را اووښتل، ستاسې د عسکرو وژل کېدل، زمونږ د کوچنیانو مړینه او د ښوونځیو سوزول کېدل د همدې سیاست نتیجه ده. د دې له پاره چې مونږ په امن کې و اوسو باید چې دغه سیاست ته د پای ټکی کښېږدو. په بل عبارت یوازې په افغانستان کې نظامی عملیات مونږ له ترورېزم څخه نه شی ژغورلای. مونږ باید د ترورېزم س� �چینو ته ورشو، هغه ځای ته چې دوی په کې روزل کېږي، تشویقېږی، تمویلېږی او د عملیاتو له پاره استول کېږي. په باکستان کې تش په نامه مدرسو ته باید پام وشی. دا مدرسې نه دی، د مدرسې په نامه خوارو، بې خبره، بې تعلیمه ځوانانو ته د نورې نړۍ په وړاندې كركه او بدبيني ور زده كول كېږي او ورته ويل كېږي : ”ولاړ شئ په افعانستان كې ځان ووژنئ او ورسره ګڼ شمېر افغانان او نړۍوال ځواكونه هم ووژنئ.“ نو دلته راټولو شوو پوهانو او د دولتونو مشاو� �ينو ته زما پيغام دا دى: تر هغو پورې تروريزم له منځه نه شو وړلاى چې مدسو كې د كركې او تاوتريخوالي د زده كړو م خه و نه نيسو، د تروريستانو د روزلو كمپونه په نخښه نه كړو او هغه ډلې و نه پېژنو چې تروريزم ته سياسي اهدافو ته د رسېدلو د يوې وسيلې په ستركه ګوري. * د حامد كرزي له وينا وروسته حاضرينو يو لړ پوښتنې هم وكړې: له ولسمشر څخه و پوښتل شول چې ايا په عراق كې عمومي وضعې د افغانستان پر حالاتو منفي اثر ښندلى؟ هغه وويل نه، د عراق او افغانستان تر منځ كوم خاص تړاو نه شته او افغانان د خپل هېواد حالات د عراق د پېښو په رڼا كې نه ارزوي. د كوكنا� �و د كر په هكله چې سږكال به د افغانستان په اقتصاد كې نېژدې درې مليارده ډالره وزن ولري ښاغلي كرزي وويل چې كوكنار هغه وخت افغانستان ته راغلل چې افغانان د خپل راتلونكي په هكله بېخي ناهيلي شول، كله چې هيچا دا تمه نه درلوده چې تر سبا به ژوندى وي يا به يې اولادونه تر سبا پورې د ژوند امكانات ولري. هغه وخت خلكو نه شول كولاى چې اوږدمهالى فكر وكړي نو ځكه يې د اسانه لنډ مهاله ګټې په لور مخه وكړه. دغه ګټه د كوكنارو د كر له لارې ممكنه وه ځكه چې دا بوټى نه ډېرې اوبه غواړي او نه يې د پلورلو له پاره بازار ته وړل په كار دي. نو د افعانانو ناهيلۍ د كوكنارو كر ته پراختيا وركړه او اوس كه مونږ غواړو چې له دغه آفت څخه خلاص شو پينځه، شپږ ان لس كاله وخت غواړي. په لومړي سر كې زه ډېر خوشباوره وم، فكر مې ماوه چې په يو كال كې به دا ستونزه حل كړو خو اوس وايم چې شايد لس كاله ورته په كار وي. د هغو مدرسو په اړه چې بنسټ پالونكي په كې روزل كېږي ښاغلي كرزي وويل چې دا مدرسې په پاكستان كې دي. هسې خو په زرګونو مدرسې شته چې ځوانان په كې ديني زده كړې كوي، دغه ډول بنسټ پاله مدرسې په ډېر كم شمېر كې دي او بايد له منځه يوړل شي. افغانان هم له خپل دولت څخه هيله كوي چې په خپله په افغانستان كې مدرسې جوړې شي چې زمونږ ځوانان دې ته اړ نه شي چې پاكستان ته ولاړ شي او هلته د بنسټپاله تبليغاتو ښكار شي. د جنګسالارانو په هكله يوې پوښتنې ته په ځواب كې ښاغلي كرزي وويل چې اوس په افغانستان كې دا ستونزه نه شته. مونږ دا ډول ستونزې څلور پينځه كاله پخوا درلودې خو اوس په هېواد كې داسې يوه ولسوالي يا يو ولايت نه شته چې جنګسالاران دې پرې واكمن وي، ټول واليان او ولسوالان د مركزي حكومت په فرمان ټاكل كېږي، ايسته كېږي او بدلېږي. ښاغلي كرزي دا هم وويل چې په افغانستان كې په زرګونو داسې طالبان شته چې د نورو خلكو په څېر په خپلو كورونو كې په خپلو كارونو بوخت دي او مونږ له هغوى سره كومه ستونزه نه لرو. ستونزې مو يوازې له يو لږ شمېر هغو كسانو سره دي چې افغانستان ته، امريكا ته، د مطبوعاتو ازادۍ ته د كركې په ستركه ګوري. ښاغلي كرزي د افغانستان د اقتصاد د ښه كېدو څو بېلګې هم و ويلې: - په 2002 كال كې د افغانستان سړي سر عايد 180 ډالره و. سږكال 355 ډالرو ته رسېدلى دى. - زمونږ د بهرنيو اسعارو زېرمې په 2002 كال كې يوازې 180 مليونه ډالره وې اوس 1.9 مليارده ډالرو ته لوړې شوې دي. - مونږ 5.5 مليونه ټنه غلې ته ضرورت ل� �و، پروسږكال مو 4750000 ټنه غله توليد كړې وه او سږ كال د اپنيو د ډېرېدو له امله دا كچه 3.5 مليونو ټنو ته راښكته � �وه. - د يوې بلې پوښتنې په ځواب كې يې وويل چې له پاكستان او ايران سره د تجارت كچه تر پخوا ډېره لوړه ده. د افغانستان په سياست كې د ايران د رول په اړه ښاغلي كرزي وويل چې هم امريكا او هم ايران په دې برخه كې ډېر عاقلانه برخورد وكړ. امريكا دا مسئله درك كړه چې ايران زمونږ ګاونډى دى او له مونږ سره ډېر نېژدې هر اړخيزه اړيكي لري او ايران هم دا ومنله چې په افغانستان كې د امريكا موجوديت د تروريزم سره د جګړۍ په ګټلو كې خورا مهم دى. ",دملګروملتونو عمومي ناستې ته دولسمشر کرزي وينا 5116,," د ناټو وياند منلې چې د سې شنبې م اښام ٦ بجې د طالب جنګياليو سره په جګړه کې د ناټو ٢ تنه عسکر د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د پاشمول په سيمه کې مړه او ٨ تنه ټپيان شوي دي . د ناټو وياند ميجر موريل له بېنوا سره د پېښي پخلى وکړ او زياته کړه بريد هغه مهال وشو چې ځواکونه يې په سيمه کې په ګزمه بوخت وو. د طالبانو وياند قاري يوسف ادعا کړې ده چې په بريد کې د ناټو ١٥ تنه عسکر ټپيان او وژل شوي دي. ده ادعا وکړه چې د پاشمول د چهار کوڅې په سيمه کې يې ٣ ټانکونه ځاى پر ځاى له مينځه وړي دي. خو د ڼاتو وياندد ا ادعا ونه منله . ",په کندهارکې د ناټو ۲ عسكر مړه او ٨ تنه ټپيان شوي دي 5117,," تېره شپه وسله والو غلو د بغلان - سم نګان ترمنځ په لويه لاره کې د ١٢ مسافر وړونکو موټرانو له سپرليوڅخه هرڅه غلا كړي دي. عيني شاهدانو بېنوا ويبپاڼي ته وويل له غلوسره وسلې ورسره وې او د ملي پوځيانو او پوليسو يونيفورم يې درلود تېره شپه ٩ بجې شاوخوا د سنمګان ولايت سيمه کې د ١٢ موټرو له سپرليو څه نغدې پيسې او نور قيمتي شيان يووړل. ",په سمنګان کې ١٢ مسافر وړونکي موټران لوټ شوي دي 5118,," د پوهنې وزير حنيف اتمر نن يوې خبري ناستې ته څرګنده کړه چې د هېواد په سويلي ولايتونو کې ٤ سوه ښوونځي د زده کونکو په مخ تړل شوي دي. نوموړي له ټولو ام نيتي ادارو او چارواکو په ټينګه غوښتنه وکړه تر څو د ښوونځيو د امنيت د خونديتوب په اړوند د ځايي شوراګانو سره بشپړه مرسته وکړي .زياتره ښوونځي په کندهار ، هلمند ، ارزګان ، زابل ،فراه اونيمروز کې تړل شوي دي . ",اتمر:د هېواد په سويل کې ٤ سوه ښوونځي تړل شوي 5119,," ", 5120,ميرويس جلالزى,"  دا ټكې د كابل د امنيه قوماندانۍ له جنايې جرمونو سره د مبارزې مدير علي شاه پكتياوال د سې شنبې په ورځ څرګند كړ.د پكتياوال په وينا چې درې تنې ښځي او څلور نارينه يې د كابل ښار په مربوطاتو كې د سه شنبې په ورځ په داسې حال كې د زنا پر وخت بلفعله نيولې چې د روژه مات آذان ته څه كم نيم ساعت پاتې وو.دا په داسې حال كې ده چې د رواني مياشتي په سر كې د هرات په ښار كې د هرات ولايت پوځي څارنوال او څو تنه نور دولتې چارواكي په ورته تور نيول شوې وو. ",تر روژه مات څو شېبې مخكې زناكاران ونيول شول 5121,ميرويس جلالزى," د زابل پوليس خبر وركوې چې يو تن طالب قومندان قاري اسماعيل د سې شنبې په ورځ له هغو ټپونو څخه ومړ چې تر هغه يوه ورځ وړاندې يې له يوه بل طالب قومندان ملا نورمحمد نومې سره د خپل منځې جګړې وروسته اخيستې وو.دا جګړه د زابل په جلدك ولسوالې كې د هغه يرغمل په سر شوې وه چې د نورمحمد د كسانو له خوا په نامعلوم لورې وړل شوى وو. په دې نښته كې له دواړو خواوو څه نا څه ۱۰ تنه ژوبل شوې هم دې. ",يو طالب قومندان په خپل منځي جګړه كي مړ شو 5122,," طالب جنګياليو د لوګر د حصارک اوسېدونکى غفار د ببرک زوى په دې تور له سيمې نيولى او وروسته وژلى دى، چې ګويا امريکايانو ته يې جاسوسي کوله. يو طالب وياند له ناڅرګنده ځايه بېنوا ويبپاڼي ته ومنله، چې نوموړى کس يې د دوشنبې په شپه له سيمې نيولى او له شواهدو او اسنادو وروسته يې په دې تور چې امريکايانو ته جاسوسي کوله، د شرعي حکم له مخې اعدام کړى دى. خو د لوګر امنيتي چارواکو � �ه دې پيښي بې خبري وښوده. ",د جاسوسۍ په تور يو افغان وګړى وژل شوى 5123,," د كابل د امنيه قوماندانۍ له جنايې جرمونو سره د مبارزې مدير علي شاه پكتياوال وايې دا وسلې يې تېره ورځ له هغه موټر څخه د كابل د ګمرك ودانۍ ته څرمه ونيولې چې قاچاق وړونكو غوښتل په غير قانوني ډول يې د كابل ښار ته ننباسي.هغه وويل چې دا وسلې د پستو او بادامو په بوجيو كې په ډېر ماهرانه ډول ځاى پر ځاى شوي وې، د نوموړي په وينا تر شلو ډېر كلاشينكوفونه او څو ميله كوچنۍ توپنچې پكښي شاملې دې.پكتياوال وايې په دې تور يې د كابل د شكر درې ولسوالۍ دوه اوسيدونكې نيولي دي چې قانوني چلند به ورسره و� �ي. ",د كابل په ختيځ كي وسلې ونيول شوې 5124,," په افغانستان کې د ناټو ملکي وياند ډان ايورټس نن يوې خبري ناستې ته وويل، چې ناټو به ډېر ژرپه ټول افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو مشري په غاړه واخلي او د دغه هېواد ختيځې سيمې ته به هم خپل پوځي فعاليت ډېر ژر وغزوي. د نوموړي د وينا له مخې به د اکتوبر په پنځمه چې د � �ړم د مياشتې له پنځمې نېټې سره سمون خوري د ټولو پوځي بهرنيو ځواکونو پوځي قومانده په لاس کې واخلي. ناټو اوس مهال ٢٠ زره عسکر په افغانستان کې لري. له دې سره به د امريکا ١٢ زره عسکر هم د ناټو تر قوماندې لاندې راشي. ده وويل چې سخته مرحله اوس په مخکې لري په ځانګړې توګه په راتلونکو ٦ مياشتو کې. ده وويل چې د دوى ډېره توجه د افغانستان سويل ته ده. ده ومنله چې طالبان به خپلو تروريستي بريدونو ته دوام ورکړي. ",ناټو د ټولو بهرنيوځواکونو مشري په غاړه اخلي 5125,ميرويس جلالزى," راپورونه وايې دا نښته نن غرمه نيژدې د يوولسو بجو په شاوخوا كې د سرينګر ښار په لال چوك نومې سيمه كې چېرته چې ډير سوداګرې ماركېټونه پراته دې رامنځته � �وه. عينې شاهدانو وويل ناپېژندل شويو وسله والو په دې سيمه كې لومړى د پوليسو په تمځاى بريد وكړ او له بريد سره سم د درندو وسلو ګذارونه يو پر بل پيل شول او تر اوسه روان دې. د سرينګر ښار اوسېدونكو وويل چې سيمې ته اضافي س� �تېري رارسيدلې او ګومان كېږي چې له دواړو لورو ډېر كسان په دې وسله وال اخ او ډب كې وژل شوې دې. ",په هندې كشمير كې درنده وسلواله نښته شوې 5126,," د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي څانګې خبر ورکړي دي ، چې د افغان او ائيتلاف ځواکونو د ګډو عملياتو په ترځ کې چې د پکتيا د يوسف خيلو په ولسوالۍ کې تر سره شوي ٢٥ تنه طالب جنګيالي وژل شوي اوپنځه تنه نور ټپيان شوي دي .په دې اړوند طالبانو څه نه دي ويلي. ",دولت : ٢٥ تنه طالب جنګيالي پکتيا کې وژل شوي 5127,," ", 5128,," ", 5129,," په کابل کې ويسا ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې د پاکستاني خپرونو په حواله راپور ورکړى دى، چې ملا محمدعمر کندهار ته نيژدې په يوه نامعلوم ځاى کې د طالبانو نوې شورا جوړه کړه. د ويسا د خبر له مخې ملا محمدعمر شوراته په خپله وينا کې ويلي چې که تر زرو کلونو پورې هم بهرنيان په افغانستان کې پاتې شي، دوى به همدغسې جګړه ورسره کوي. د طالبانو مشر ويلي چې امريکايان د نورو په وينو تويولو کې زمريان دي، خو چې خپلې ويني يې وبهېږي بيا ډېر بې همته او ډارن دي. د ورځپاڼې د راپور له مخې د طالبانو په نوې شورا کې چې، ١٢ تنه غړيتوب لري حاجي لالى، ګل اغاخان، ملابرادر، مولوي اخترمحمد عثماني، مولوي عبدالکبير، مولوي امين الله امين، ملاحسن رحماني، حاجي محمد صادق، مولوي محمدابراهيم، ملاسيف الرحمن منصور، ملا دادالله چې په پوځي محاذ کې تر ټولو فعال قومندان دى او ملا ابوالفضل شامل دي. همدارنګه ملا محمدعمر درې تنه ملا جليل، م لا عبدالرزاق او مولوي عبد العلي خپل مشاورين ټاکلي دي. ",طالبانو نوې شورا جوړه كړې ده 5130,," دا فلم چې د امريكا د هاليووډ سېنما له خوا جوړېږي پكې د هند د سېنما يوې وتلې څېرې اومپوري د امريش پورې ورور ته د پاكستان د پخوانې ولسمشر جنرال ضياءا� �حق رول وركړل شوى.اومپوري وايې ده ته  په دې فلم كې ډېر جدې رول وركړل شوى او د فلم موضع په دې راڅرخې چې، د ام� �يكا استخباراتې ادارې (سې، آې، اې) په څه ډول له ضياءالحق سره مالې مرستې كړي او ضياءالحق په څه ډول افغان م جاهدينو ته پر هغه مهال سپارلې وې.دا فلم تر اوسه نه دى بشپړ شوى او پكې امريكايې لوبغاړې هم ونډه لرې.ضياء الحق چې يو پوځې جنرال وو په كال ۱۹۷۷ كې د يوې سپينې كودتا په ترڅ كې د واك ګدۍ ته ورسېد او وروسته بيا په كال ۱۹۸۸ كې په يوه هوايې پېښه كې ووژل شو. ",له مجاهدينو سره د امريكا مرستې په فلم كې انځورېږې 5131,," د ناټو يوه وياند د ټلېفون پر ليکه له بينواويبپاڼي سره ومنله چې نن سهار د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو يو محاربوي ټانک پر يوه خښ شوي ماين ختلى، چې د چاودېدو له امله يوازې ټانګ زيانمن شوى دى. د ماين چاودنه د وياند په وينا مرګ او ژوبله نه لري . ",د ماين چاودنې د ناټو يو ټانګ ويجاړ کړى دى 5132,," د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کډوا� �و عالي کميشنرۍ پتېلې ده، چې د وروستيو مياشتو د ناکراريو او جګړو له امله د افغانستان په سوېل، کندهار، هلمند او اروزګان کې له ٨٠ زرو څخه تر ٩٠ زرو تنه له خپلو کورونوڅخه بې ځايه شوي دي. د دغه ادراې يو وياند نادر فرهاد ويلي له دې وړاندې هم د کړکېچونو او وچکالۍ له امله ١١٦ زره کسان په دغو سيمو کې بې ځايه شوي وو.. ",د هېواد په سويل کې ٩٠زره تنه بې ځايه شوي دي 5133,ب.بهیر وردګ," پوښتنه : My Dear. Hope that fine and healthy. My question is that hove I can to install Pashto soft wear to my computer. Excuse me: My computer don’t hove Pashto because I writhe my question by English Thanks, Your faithfully Taj Mohammad “Omary “ ځواب: ګران عمری صاحب! سلامونه او ښې چارې ستا د ستونزې په اړه باید ووایم چې دا کار پخوا نه وو شونی او اوس د خپلو پښتنو وروڼو په هاند او هڅې سره دا ستونزه حل شوې ده او هرڅوک کولای شي چې اوس پخپل کمپیوټرکې پښتو ولیکي تاسو کولای شې چې له بینوا پاڼې څخه په لاندې لیکه خپل سیستم ته پښتو وړیاښکته او اړونده لارښوونې هم تر � �اسه کړﺉ! http://benawa.com/benawa/XP/ له بلې به دې خبر کړم هغه داچې اوس دا نوښت مایکروسافټ هم کړی دی او ته کولای شې له لاندې لیکې څخه پښتو تر لاسه کړې http://www.microsoft.com/downloads/details.aspx?FamilyID=3fa7cdd1-506b-4ca0-bd47-b338e337a527&displaylang=en که دې ستونزه بیا هم حل نشوه بیا نو راته ولیکه ! په مینه بصیر بهیر وردګ ",په کمپیوټر کې پښتو نه لرم ! 5134,," عبدالله پتمن/كابل د فلسطين د ولسمشر محمود عباس د الفتح ګوند پوري تړلي د الاقصى ډلې د حماس د گوند مشرانو ته د وژنې گواښ کړى دى. دغي ډلي په فلسطين کې د فتح او حماس ترمنځ د وروستي تاوتريخوالي پړه پر حماس اچولې ده. دغه تاوتريخوالى چې په لړ  کې يې څه نا څه ۸ کسان وژل شوي او شاوخوا۶۰ نور ټپيان شوي دي د يکشنبې له ورځي څخه پيل شو او تر اوسه دوام لرې.د الاقصى د ډلې په بيان کې راغلي چي دوى به د حماس مشر خالدمشال، د کورنيو چارو وزير سعد صيام  او د کورنيو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکې يوسف الازهر   ووژني څو نورو ته يوه بېلگه پاتي شي. خو د حماس قانون جوړونکى مشیر المصري وايې: ""د الاقصى ملېشو له سهيونسټي دښمنانو سره يو ځاى د حماس غورځنگ پر وړاندي لاس يوکړى او کوښښ کوي چي د حم اس په وړاندي د هغوى موخې  پوره کړي. زه فکر کوم هغه خلک چي داسي ويناوي کوي چې وزيران به يرغمل کړو، د لومړي وزير دفتر او د فلسطين پارلمان به وسوځوو، د سهيونستي دښمنانو د کارونو سره يو شان دي"".وروسته له هغې چې په  مارچ کې  د حماس گوند واک تر لاسه کړ، په غزه کې د حماس او فتح  ډلو ترمنځ دا تر ټولو سخته جگړه بلل کېږي. جگړه حکومتي کارکوونکو ته د تنخواوو د نه رسېدو له امله پيل شوې ده. وروسته له هغه چې په فلسطين کې د حماس ګوند واک ته ورسېد، لوېديځو هيوادونو پر فلسطين خپلي مرستي ودرولې چي د بوديجې د نشتوالي له امله دغه حکومت له ډېرو ستونزو سره مخ دى. ",الاقصى ډله د حماس مشرانو ته مرګوني گواښونه كوي 5135,," عبدالله پتمن/كابل د امريکا د متح ده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيره کاندوليزا رايس وايي د شمالي کوريا له خوا هستوي آزموينې به پاروونكي کړنې وي. هغې دغه څرګندونې منځني ختيځ ته د خپل سفر پر وخت د مصر په پلازمېنه قاهره کې وکړې.رايس څرګنده کړه که د شما� �ي کورياخپله پرېكړه عملي كړي، نو متحده ايالات پر خپلو غوښتنو ټينګار کوي.په ملګروملتونو کې د امريکا سفير جان بولټن وويل هغه به مساله د امنيت شورا ترمنځ مطرح کړي. د جاپان لومړي وزير شينز وابي ويلي د شمالي کوريا د توغنديو آزموينه د منلو وړ نه ده او له دغه هيواد سره بايد سخت چلند وشي. هغه زياته كړه چي د هستوي آزم ايښتونو په اړه د شمالي کوريا اعلان ډېر د خپګان وړ دى او موږ نشو کولاى په دې ساده ګۍ سره ورته وګورو چې شمالي کوريا په هستوي آزمايښتونو لاس ووهي.چين هم د شمالي کوريا دغه عمل غندلى دي، خو د دغه هېواد د هستوي پروګ� �ام څخه د په شاتګ کولو لپاره د چوپې ډيپلوماسۍ پلوي کوي. شمالي کوريا تر اوسه د دغو آزمايښتونو د ترسره کولو په اړه نېټه نه ده ټاکلې. ",شمالي كوريا د نړۍ هيوادونه اندېښمن كړي دي 5136,عبدالله احسان - هالنډ," عبدالله احسان - هالنډ ( ۴ /۱۰/۲۰۰۶ ) کانديد اکا� �يميسن استاد محمدانور نوميالی چي ۱۳۰۶ لمريزکال د سلواغې دمياشتي پر ۲۹مه (۱۹۲۸ ميلادي کال دفبروري � �۹مه ) په کندهار کي زېږېدلی او نن چهارشنبه د ۱۳۸۵ لمريز کال د تلي ۱۲مه ( ۴-۱۰-۲۰۰۶ ) سهار پنځه بجې په � �نمارک کي د اته اويا کلونو په عمرد زړه حملې له کبله په حق ورسېدﺉ .  کانديد اکاډيميسن څو کا� �ه پخوا له کابل څخه روسيې او بيا په ډنمارک کي مېشت سو . خدای بخښلي نوميالی صاحب تر يوشمېر علمي کتابونو ترليکلو تر څنګ دافغانستان دعلومو اکاډمي اوپښتوټولني سره هم رسمي کار کړﺉ و . داستاد نوميالي صاحب پوره ژوندليک او د جنازې ځای اونېټې په اړه به مالومات وخت پر وخت له بېنواويبپاڼي خپاره سي . په ډنمارک کي د کانديداکاډميسين نوميالي صاحب زوم ښاغلي رفيع الله بېنواويبپاڼي دارواښادپه اړه داسي وويل : څرنګه چي زموږ کور دنوميالي صاحب کور ته ډېرنژدې دی نو نوميالی صاحب هر ماښام ډوډۍ خوړلو ته زموږ کورته راتی ،يوځای به مو ډوډوۍ خوړله ، خپل کوچني لمسي ته به يې پښتوليک لوست ښود، مجلس به مو کاوه بيا به بي� �ته داستراحت له پاره خپل کور ته تی .تېره شپه هم داغسي وسوه څرنګه چي اوس هوا لږ سړه سوې ده ، لږ زکام و . � �وډۍ مويوځای وخوړه ، خپل لمسي ته يې پښتودرس ورکړ، پر ځينوچارو وږغېدو، ماخستن نهه بجې يې ويل چي کور ته ځم ، څ� �نګه چي باران و نويې زه او خپله لور يې تر کوره ملګري سوو . يوساعت وروسته يې ټيلفون وکړ چي لږ  يخ مي کيږي  . موږ کور ته ورغلو ، حالت يې د اندېښنې وړ نه و ، که څه هم ده مخالفت کاوه خو موږ بيا هم ډاکټر ته بوت ، معاينات يې وسوه ، ښکاره سوه چي سينه بغل دﺉ  . ډاکټر دوا ورکړه ، کورته د راتګ پروخت مو ورته وويل چي نن زموږ کور کي بيده سه ، ده ونه منله ، ويل يې چي نه زه تکړه يم . سهار مي زنګ ورته ووهه چي احوال يې واخلم خو ټيلفون ته يې جواب نه وايه ، ماويل چي بيده به وي . بيا مي ورته زنګ وهه هم يې ځواب ورنه کړ . وروسته مي مېرمني راته زنګ ووهه چي پ� �ار ته مي زنګ وهم غوږۍ نه اخلي ته ورسه ناروغي يې ډېره سوې  نه وي . کله چي مي يې دکور دروازه وټکوله هم يې ځواب رانه غی ، دکور کيلي مي يې لرله ، دروازه مي خلاصه کړه ، ورته ږغ مي کړه خو ځواب نه و . . .  کله چي يې د خوب خوني ته ورغلم دﺉ په خپل ځای بېده و ، هلته پوه سوم چي نور نه زما خبري اوري اونه ځواب راکوي . خدای بخښلي محم دانور نوميالي تر دې مخکي هم د زړه ناروغي لرله ، دا ناروغي يې په وروستيو درو مياشتو کي تر پخوا زياته سوې وه . ډاکټرانو پنځه ورځي وروسته دوشنبې د زړه عمليات له پاره وخت ورته ټاکلی و . ښاغلي رفيع الله ددې پوښتني په ځواب کي چي داوراښادنوميالي صاحب دجنازې په اړه څه پلان لري وويل : خپله لور يې غواړي چي جنازه دلته په ډنمارک کي خاورو ته وسپارله سي . ځيني نور کسان هم دا پوښتنه کوي ، زه دفعتآ هيڅ نه سم ويلای، په دې اړه بايد د ارواښادنوم يالي صاحب ملګري او دافغانستان پوهان او علمي شخصيتونه موږ ته مشوره راکړي . ښه به داوي چي که کندهار ته د نوم يالي صاحب دجنازې دلېږدولو امکانات برابر سي  او په خپل پلرني ټاټوبي کي خاورته وسپارل سي . دارواښاد نوميالي صاحب د کورنۍ ځينو غړو بېنواويبپاڼي ته د نوموړي دجنازې په اړه داسي وويل : د ارواښادنوميالي صاحب زوم ( بريالی په هالنډ کي ) څه موده مخکي يې خپل يوشمېر اثار خپلي لورته راولېږل او ورته يې وويل چي دغه اثار مي راته وساته هسي نه زه مړ سم او دغه اثار مي څوک وسوځوي . بريالي بېنواويبپاڼي ته وويل چي دﺉ غواړي د ارواښاد نوميا� �ي صاحب جنازه د کندهار په ولايت کي خاروته وسپارله سي . بريالي زياته کړه چي په کندهار کي يې له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره په دې اړه خبري کړي تر څو هلته د کلتوري کړيو او فرهنګپالو مشوره ترلاسه او دجنازې دلېږد په وخت کي لازم تدبيرونه ونيسي . دارواښاد بل زوم ( په لندن کي مېشت ناصر ريشا ) بېنواويبپاڼي ته وويل : موږ دا� �واښادنوميالي دکورنۍ غړي او دوستان به خپلي ټولي هڅي په کار واچوو تر څو دارواښاد جنازه افغانستان ته انتقال کړو او بيا يې په کندهار کي جنازې مراسم پرځای او خاورو ته وسپارو ، ارواښادنوميالی صاحب يوازي د خپلي کورنۍ نوميالی نه بلکي د ټول افغانستان يو نوميالی شخصيت و . داسي اکاډميک اوعلمي شخصيتونه يوازي دخپلو کورنيو نه بلکي د ټول هيواد شتمني وي . ليکوال او نوميالي شاعر ښاغلي عبدالباري جهاني بېنواويبپاڼي ته وويل : که دارواښاد نوميالي صاحب جنازه کندهار ته ولېږدوله سي دا ډېره ښه خبره ده ، مګر په دې پرېکړه کي لومړنۍ حق ددوﺉ کورنۍ دغړو دﺉ چي ددوﺉ کورنۍ څه غواړي ، که ددوﺉ کورنۍ ددې کار سره مخالفه وي اونور کسان يې ونه مني هم ښه کار نه دﺉ .په دې اړه بايدددوﺉ دکورنۍ دغړو سره خبري وسي . په ډنمارک  کي مېشت ښاغلي عبدالمجيدارغستاني چي دارواښادنوميالي صاحب  دځان او ښاغلي محمديعقوب وزيري نظر داسي راته څرګند کړ: دلته په ډنمارک کي مېشت فرهنګپال افغانان ، او د ارواښاد نوميالي صاحب زوم � �اکټر شېر حسن راته وويل چي غواړي دارواښادنوميالي صاحب جنازه افغانستان ته انتقال کړي ، ښاغلي ارغستاني بېنواته وويل چي ارواښاد نوميالی صاحب د کندهار ولايت د نومياليو له کړيو څخه يو و ، او بايد په خپل پلرني ټاټوبي کي خاورو ته وسپارل سي .  په دې سخت خپه يم چي دکندهار نوميالي ورځ په ورځ راڅخه ځي ، دادﺉ د علامه ح بيبي ، فاضل استاد بېنوا، علامه رشادبابا وروسته يو بل نوميالی کانديد اکاډميسين محمدانورنوميالی هم راڅخه جلا سو ، موږ بايدپه کندهار کي د نومياليو يوه بېله سوې هديره ولرو چي دغه نوميالي مو ټوله په يوه ځای کي خاورو ته وسپارل سي او يو ښه مزار پر جوړ سي . ښاغلي حبيب الله غمخور چي اوس دامريکاپه سفر بوخت دﺉ بېنواويبپاڼي ته وويل : اول خو په دې سخت خپه يم چي په يوه داسي وخت کي مي امرېکې ته سفر وکړ ، نن مي هرڅه کوښښ وکړ خو ونه توانېدم چي سهار ته ځان بېرته سويډن ياډنمارک ته ورسوم ، خود ټيلفون له لاري ددوستانو سره په تماس کي يم . په سويډن ، ډنمارک اونورو هيوادونو اوهمدا ډول افغانستان کي دا دټولو مشرانو ، فرهنګپالو او دنوميالي صاحب د دوستانو غوښتنه ، هيله او دنده ده چي افغانستان ته د نوميالي صاحب د جنازې په لېږدولو او بيا په کندهار کي خاورو ته د سپارولو په لاره کي خپلي هڅي ګړندۍ کړي . که خداﺉ کول دخدای بخښلي ارواښادنوميالي صاحب جنازه به دکندهار پوهنتون په شاوخوا کي دعلامه رشادبابا مزار ته نژدې خاورو ته وسپارله سي . ليکوال او تاريخپوه ښاغلي محمدمعصوم هوتک له کاناډاڅخه بېنواويبپاڼي ته وويل : دا خو ښه خبره ده که دارواښادجنازه کندهار ته ولېږدوله سي ، خو د سيمي امنيتي حالت ته په کتو سره زما په ګمان بهتره داده چي که اوس دارواښادنوم يالي صاحب جنازه دامانت په توګه په ډنمارک کي خاورو ته وسپارله سي ، کله چي امکانات برابر سوه بيا به په فرصت سره هيواد ته ولېږدوله سي . دارواښاد استادمحمدصديق روهي جنازه هم لس کاله پخوا په جرمني کي دامانت په توګه خاورو ته سپارله سوې وه ، او ارواښاد بېنواتر اوسه په امرېکاکي دامانت په توګه خاورو ته سپارل سوی دی . په اروپا کي دافغاني کلتوري ټولنو دګډي جرګې مشر ، � �يکوال اوکره کتونکي ښاغلي زرين انځور بېنواويبپاڼي ته وويل : په هر صورت بايد دارواښاد محمدانور نوميالي جنازه هيواد ته ولېږدوله سي او هلته په کندهار کي د کندهار پوهنتون پرشاوخوا خاورو ته وسپارله سي . دا به ددې سيمي له پاره د يوه علمي او اکاډميک سمبول حيثيت ولري . په دې اړه بايد کلتوري ټولني او فرهنګپال خپلي هڅي سره همږغي کړي تر څو دارواښاداکاډميسين محمدانورنوميالي جنازه په ډېرعزت او درنښت سره خپل هيواد ته ولېږدول سي .موږ به په دې اړه خپل دريځ د يوه پيغام له لاري هم څرګند کړو . ارواښادمحمدانورنوميالي څه موده مخکي له بېنواويبپاڼي سره خبري کړې ددې ځای په کښېکاږلو سره يې واورﺉ . نوموړي د ژوند تر وروستۍ شپې پوري يې دعلم او پوهي لاره تعقيب کړه ، هم يې ليکنه او م طالعه کوله او هم نورو ته ښوونه .په خپل لاس تر ټولو وروستۍ ټيپ سوې ليکنه يې د ( هغه پلا او دا پلا) تر سرليک � �اندي په بېنواويبپاڼه کي د خپرېدو په هيله د ښاغلي ارغستاني پذريعه رالېږل  ، دهيواد او ولس سره يې ژوره م ينه درلوده ، له ورځنيو حالاتو يې ځان خبراوه ، چاپي راډيووي او انټرنټي خپروني يې تعقيبولې ، او د بېنواويبپاڼي سره يې ديوه کال په اوږدو کي وخت په وخت همکاري کوله ، او غوره مشورې يې رالېږلې .  دنوموړي دمرګ په لومړۍ ورځ تر ټولو لومړنۍ ځانګړﺉ پروګرام دامريکاږغ اشناراډيوله خوا ښاغلي عبدالباري جهاني جوړ او وړاندي کړ چي ښاغلی محمدمعصوم هوتک يې مېلمه او د ارواښادنوميالي صاحب پر ژوند اواثارو په مفصل ډول سره ږغېدلي دي . داشناراډيوڅخه په مننه سره دادﺉ هغه ټوله پروګرام دبېنواويبپاڼي له لاري ددې ځای په کليک کولو وړاندي کيږي .   ",کانديداکاډيميسن محمدانورنوميالی په حق ورسېد 5137,قدوسي سليمانخيل," په اس� �ام کي د ورورولي زیات اړخونه دي او یو مسلمان پر بل مسلمان ډېر زیات حقونه لري  او دا حقوق او واجبات مونږ ته دا راجوته کوي چي اسلامي ورورولي او اسلامي مینه او محبت د الله تعالی  په وړاندي لوړ مقام لري خو په دې بحث کي مونږ د مسلمان ورور له حقوقو څخه یوه حق ته کتنه کوو کوم چي ډېري زیاتي ګټي اود الله تعالی په نزدډېر زیات اجر  او وچت مقام لري که مونږ دا حق په پام کي وساتو او په خپل عملي کړه وړه کي ځای ورکړو اسلامي ورورولي ورباندي ټینګېږي ، یوله بل سره مینه ورباندي زیاتېږي او د رېښتوني محبت مصداقیت ثابتوي . آیا تا کله هم له مسلمان ورور سره د احسان په هکله او د هغه د ضرورت د پوره کولو په هکله څه آورېدلي دي ؟  آیاهغه لا� �ښوني چي په اسلامي نصوصو کي  ددې عمل د فضېلت په هکله را نقل شوي دي تاته معلومي دي ؟ آیا په دنیا او آخرت کي د مسلمان ورور د حاجت د پوره کولو ګټي ته پېژنې ؟ آیا ته د هغه د آدابو په هکله څه ناڅه معلومات لرې او په دې هکله د سلف صالحینو کردار در ته معلوم دی ؟ ددې او دې ته ورته پوښتنو ځواب به لاندي کرښو کي تر لاسه کړۍ  : مسلمان ورورته خیر رسول او د هغه اړتیا پوره کول یو پراخ مفهوم لري چي مادي او معنوي هغه اړخونه رانیسي کوم چي اسلام خپل پیروان دهغه لپاره په ورکړه او قرباني باعث کوي ځکه چي په دې کار سره د اس� �امي ورورولي روابط  ټېنګېږي او انساني اړیکي وده کوي الله تعالی فرمایې : وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ واتقوا الله إن الله شديد العقاب   ( المآئدة 2) او تاسي مسلمانان یو له بل سره په نېکي کي مرسته او معاونت کوۍ او په ګناه اوپه تېري کولو کي یو له بل سره کومک مه کوۍ او له الله تعالی څخه ووېرېږۍ په رېښتیا سره الله تعا� �ی د سخت عذاب ورکوونکی دی .  علامه سعدي رحمة الله تعالی علیه  په خپل تفسیر ( التفسیر السعدي ) کي ددي آیت په تفسیر کي داسي لیکي :   وتعاونوا على البر والتقوى   أي ليعن بعضكم بعضا على البر وهو اسم جامع لكل ما يحبه الله ويرضاه من الأعمال الظاهرة والباطنة من حقوق الله وحقوق الآدم يين والتقوى في هذا الموضع اسم جامع لترك كل ما يكرهه الله ورسوله من الأعمال الظاهرة والباطنة وكل خصلة من خصال الخير المأمور بفعلها أو خصلة من خصال الشر المأمور بتركها فإن العبد مأمور بفعلها بنفسه وبمعاونة غيره عليها من إخوانه المؤمنين بكل قول يبعث عليها وينشط لها وبكل فعل كذلك   ولا تعاونوا على الإثم   وهو التجرؤ على المعاصي التي يأثم صاحبها ويجرح   والعدوان   هو التعدي على الخلق في دمائهم وأموالهم وأعراضهم فكل معصية وظلم يجب على العبد كف نفسه عنه ثم إعانة غيره على تركه   واتقوا الله إن الله شديد العقاب   على من عصاه وتجرأ على محارمه فاحذروا المحارم لئلا يحل بكم عقابه العاجل والآجل (تفسير السعدي ج1/ص219) ترجمه : د الله تعالی ددې قول  ( وتعاونوا على البر والتقوى)   مطلب دا دی چي تاسو یو � �ه بل سره په هر هغه کار کي مرسته او کومک کوۍ په کوم چي الله تعالی خوشاله کېږي ،د تقوی توری په دې ځای کي د هر هغه پرېښوولو ته ویل کېږي چي د هغه کول د الله تعالی نه خوښېږي او مونږ یې ورڅخه منع کړي یو  که هغه ښکاره عملونه دي او که باطني اعمال وي ،که هغه د الله تعالی له حقوقو څخه وي او که د بندګانو له حقوقو څخه وي ، او په هر هغه خوي او کار کي یو له بل سره مدد کوۍ چي د هغه په کولو مسلمان مکلف وي  ، هغه کارونه چي مسلمان یې په کولو د الله تعالی له لوري مکلف ګرزولی شوی دی هغه هم پخپله باید وکړي او هم يي له بل مسلمان ورور سره په کولو کي مرسته وکړي  او دا چي الله تعالی فرم ایې  ( ولا تعاونوا على الإثم والعدوان)  ددې مطلب دادی چي په ګناه کولو کي او د ګناه لپاره په جرأت ورکولو کي یو دبل مرسته مه کوۍ  ، او د خلګو په ځانونو او په ملکیتونو او شتمنیو او د هغوی په عزتونو په تېري کولو او تجاوز کي یو د بل مرسته مه کوۍ دا ځکه چي په هر مسلمان باندي فرض دی چي  هم په خپله ځان له ګناه کولو او له ظلم کولو څخه وساتي اوهم  له بل مسلمان ورور سره کومک وکړي چي دا ډول ناروا کا� �ونکړي او پرې ایږدي  (واتقوا الله إن الله شديد العقاب) اوله الله تعای څخه ووېرېږۍ ځکه چي د الله تعالی عذاب د هغو انسانانو لپاره ډېر سخت دی کوم چي د الله تعالی نافرماني کوي او نورو ته هم په ګناه کولو كي جرأت ورکوي او د الله تعالی له محرماتو ځانونه وساتۍ ترڅو د الله تعالی بېړنی او یا ځنډنی عذاب در باندي راښکته نشي  . په بل ځای کي الله تعالی مسلمانان یو د بل وروڼه ګڼي او فرمایې :   واذكروا نعمة الله ع� �يكم إذ كنتم أعداء فألّف بين قلوبكم فأصبحتم بنعمته إخواناً ( آل عمران 103)  او در په زړه کړۍ تاسي د الله تعالی هغه په تاسي باندي پېرزوکړی احسان او نعمت چي کله تاسي د جاهلیت په مرحله کي یودبل دښمنان واست بیا ال� �ه تعالی ستاسي په زړونو کي د یواوبل لپاره مینه در واچوله تر څوچي تاسي د اسلام په لوی نعمت سره یو دبل وروڼه جوړ شوۍ . په بل آیت کریمه الله تعالی فرمایې : إنما المؤمنون إخوة (الحجرات ۱۰) په رېښتیا سره مسلمانان یو دبل وروڼه دي . اوس راشۍچي د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه مبارک طلایې اقوال وګورو کوم چي د مسلمانو د خپل مېنځي تعاون او یوله بل سره په همکاري کولو کي را نقل شوي دي : عن أبي مُوسَى عن النبي  صلى الله عليه وسلم  قال إِنَّ الْمُؤْمِنَ لِلْمُؤْمِنِ كَالْبُنْيَانِ يَشُدُّ بَعْضُهُ بَعْضًا وَشَبَّكَ � �َصَابِعَه (صحيح البخاري) له ابوموسى رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : یو مسلمان د بل مسلمان لپاره (د تعمیر د جوړولو لپاره) د خښتي مثال لري چي یوه هغه بله راټېنګوي او رسول الله صلی الله علیه وسلم (دعملي ښودلو لپاره) خپلي ګوتي جال کړې  . عن النُّعْمَانِ بن بَشِيرٍ قال قال رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ في تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ إذا اشْتَكَى منه عُضْوٌ تَدَاعَى له سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْح ُمَّى  (صحيح مسلم ) له نعمان بن بشیر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل  د مسلمانانو مثال په یو له بل سره مینه اویو پر بل باندي په زړسوي کولو او یوله بل سره په همدردي کي د یوه انساني بدن دی کله چي د بدن یو اندام د خوږ شکایت وکړي ټول بدن ورسره بېخوبه او ناکراره شي او تبه یې ونیسي .  عن � �َنَسٍ عن النبي  صلى الله عليه وسلم  قال لا يُؤْمِنُ أحدكم حتى يُحِبَّ لأَخِيهِ ما يُحِبُّ لِنَفْسِهِ  (صحيح البخاري ) له أنس رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل په تاسو کي یوڅوک تر هغه وخته بشپړ مومن نه شي جوړېدلای تر څو چي د خپل مسلمان ورور لپاره هم هغه څه خوښ کړي چي د ځان لپاره یې خوښوي . دا هغه ایماني حقوق دي چي یو مسلمان یې د خپل مسلمان ورور لپاره په خپل ځان لازم وګڼي . عن أَنَسٍ رضي الله عنه قال قال رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  انْصُرْ أَخَاكَ ظَالِمًا أو مَظْلُومًا قالوا يا رَسُولَ اللَّهِ هذا نَنْصُرُهُ مَظْ� �ُومًا فَكَيْفَ نَنْصُرُهُ ظَالِمًا قال تَأْخُذُ فَوْقَ يَدَيْهِ  (صحيح البخاري) له أنس رضي الله تعالی عنه څ خه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : له خپل ورور سره کومک وکړه خواه که هغه ظالم وي او که م ظلوم وي  صحابه وو وویل چي که مظلوم وي خو مرسته به یې کوو او که ظالم وي څرنګه به یې م رسته کوو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : لاسونه یې له ظلم کولو څخه ونیسۍ . په دې دواړو حالتونو کي  د اسلامي ورورولي هغه ستر ارزښت څرګند دی کوم چي یې یو مسلمان باید خپل ورځنی معمول وګرزوي  . اوس راشۍ چي وګورو د مسلمان ورور اړتیا پوره کول او هغه ته خپل خدمتونه وړاندي کول زمونږ په مقدس دین کي څومره ارزښت لري  . عن عمر أن رجلا جاء إلى النبي صلى الله عليه وآله وسلم فقال يا رسول الله أي الناس أحب ألى الله وأي الأعمال أحب إلى الله فقال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  أحب الناس إلى الله أنفعهم للناس وأحب ا� �أعمال إلى الله سرور تدخله على مسلم أو تكشف عنه كربة أو تقضي عنه دينا أو تطرد عنه جوعا ولئن أمشي مع أخ لي في حاجة أحب إلي من أن أعتكف في هذا المسجد شهرا في مسجد المدينة ومن كف غضبه ستر الله عورته ومن كظم غيظه ولو شاء أن يمضيه أمضاه ملأ الله قلبه رجاء يوم القيامة ومن مشى مع أخيه في حاجة حتى يثبتها له ثبت الله قدمه يوم تزول الأقدام ( المعجم الصغير ( الروض الداني ) له ابن عمر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي  یو سړی � �سول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې پوښتنه وکړه چي الله تعالی ته غوره سړی څوک دی او غوره عمل کوم یو دی ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : الله تعالی ته زیات غوره سړی هغه څوک دی چي خلګو ته یې زیاتي ګټي رسېږي او غوره عمل الله تعالی ته دادی چي یوه مسلمان ته خوشالي ورسوې او یا کوم بار ورڅخه پورته کړې او یایې یو پور پرې کړې او یالوږه ور څخه وشړې ، اوداچي زه د یوه مسلمان د حاجت د پوره کولو لپاره له هغه سره ولاړشم دا ماته تر دې زیات غوره دی چي په دې مسجد د مدینې منورې په مسجدکي یوه میاشت  معتکف ( د الله تعالی د عبادت لپاره ګوښه ) شم او چا چي خپل کاوړ بند کړ الله تعالی به یې د عیب ځایونه پټ کړي او چاچي خپله غصه وزغمله او د انتقام اخېستلو وس یې وو خو وایې نه خیستلو الله تعالی به یې د قیامت په ورځ له امیدونو څخه زړه ور ډک کړي او څوک چي د یوه مسلمان د حاجت د پوره کولو لپاره له هغه سره روان � �ولو او هغه حاجت یې پوره کړ الله به یې په هغه ورځ پښې ټېنګي کړي په کومه ورځ چي به د خلګو پښې ښویېږي . عن ابن عمر وأبي هريرة قالا سمعنا رسول الله  صلى الله عليه وسلم  يقول من مشى في حاجة أخيه المسلم حتى يتمها له أظله الله عز وجل بخم سة آلاف ملك يدعون له ويصلون عليه إن كان صباحا حتى يمسي وإن كان مساء حتى يصبح ولا يرفع قدما إلا كان له بها ح سنة ولا يضع قدما إلا حط عنه بها خطيئة ( کنز العمال) ابن عمر او ابوهریره رضي الله تعالی عنهما فرمایې : چي مونږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چي هغه وفرمایل : یو څوک چي د خپل مس� �مان ورور د ضرورت د رفع کولو لپاره له هغه سره ولاړ شي او هغه حاجت یې تر سره کړي الله تعالی ورته په زرهاوو م� �ایکه ګماري که سهار وي تر ماښام پوري له لله تعالی څخه ورته بښنه غواړي او که ماښام وي تر سهاره پوري له لله تعالی څخه ورته بښنه غواړي او چي هر قدم پورته کوي یوه نېکي یې زیاتېږي او چي هرقدم په زمکه ږدي یوه ګناه یې بښ� �ه کېږي  . عن أنس قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم من مشى في حاجة أخيه المسلم كتب الله له بكل خطوة يخطوها سبعين حسنة ومحا عنه سبعين سيئة إلى أن يرجع من حيث فارقه فإن قضيت حاجته على يديه خرج من ذنوبه كيوم ولدته أمه وإن هلك فيما بين ذلك دخل الجنة بغير حساب   (الترغیب والترهیب) له أنس رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :څوک چي د خپل مسلمان ورور د حاجت د پوره کولو لپاره له هغه سره � �وان شي هر قدم چي آخلي الله تعالی ورته اویا نېکي لیکي او اویا ګناهونه یې بښي تر څو چي هغه ځای ته بېرته راګرزي له کوم څخه چي روان شوی وي که د هغه کس حاجت دده په لاس پوره شي داسي له ګناهونو پاکېږي لکه په هغه ورځ چي مور زېږولی وي او که په دې حاجت پوره کولو کي هلاک شي جنت ته به بې حسابه ننوزي . وعن أنس رضي الله عنه قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  من لقى أخاه المسلم بما يحب ليسره بذلك سره الله يوم القيامة  ( الطبراني في الصغير) له أنس رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : څوک چي له یوه مسلمان ورور سره په هغه څه سره چي د هغه خوشېږي مخامخ شي تر څو چي هغه خوشاله کړي  الله تعالی به د یې د قیامت په ورځ خوشاله کړي . عن أبي هُرَيْرَةَ قال قال رسول ال� �َّهِ  صلى الله عليه وسلم  من نَفَّسَ عن مُؤْمِنٍ كُرْبَةً من كُرَبِ الدُّنْيَا نَفَّسَ الله عنه كُرْبَةً من كُرَبِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ وَمَنْ يَسَّرَ على مُعْسِرٍ يَسَّرَ الله عليه في الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَمَنْ سَتَرَ مُسْلِمًا سَتَرَهُ الله في الدُّنْيَا وَالْآخِ� �َةِ وَاللَّهُ في عَوْنِ الْعَبْدِ ما كان الْعَبْدُ في عَوْنِ أَخِيهِ (صحيح مسلم) ابوهریره رضي الله تعالی عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل : چاچي له یو مسلمان څخه ددنیا له کړاوونو څخه یو تکلیف پورته کړ الله تعالی به له هغه څخه د قیامت د ورځي تکلیفونه لېري کړي او چاچي په یوه تنګ لاسي باندي آسانتيا راوستله  الله تعالی به په دنیا او آخرت کي په هغه � �سانتیا راولي او چاچي یو مسلمان پټ کر الله تعالی به هغه په دنیا او آخرت کي پټ کړي او الله تعالی تر هغه وخته د خپل بنده مرسته کوي تر څو چي هغه د خپل مسلمان ورور په مرسته کي لګیا وي . عن بن عمر قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  إن لله عبادا خلقهم لحوائج الناس يفزع الناس إليهم في حوائجهم أولئك الآمنون يوم القيامة (مسند الشهاب) له ابن عمر رضي الله تعالی عنهما څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : د الله تعالی ځیني بندګان دي چي الله تعالی د خلګو د اړتیاوو دپوره کولو لپاره پیدا کړي دي او خلګ د ضرورت په وخت کي هغوی ته مخ اړوي دا کسان د قیامت په ورځ له عذابونو څخه په امن کي دي . يقول ابن عباس لا يزهدنك في المعروف كفر من كفره فإنه يشكرك عليه من لم تصنعه إليه( فيض القدير) ابن عباس رضي الله تعالی عنهما فرمایې : له خلګو سره خپل احسان کول په دې وجه مه پرېږده چي هغوی يي نه مني ، هغه څوک خوبه د شکر یه ادا کړي چي احسان د نه وي ورسره کړی  . ",د مسلمان ورور اړتیا پوره کول 5138,قدوسي سليمانخيل," الله تعالی جل شانه په خپل مقدس کتاب قرآنکریم کي فرمایې : يا أيّها الناس إنّا خلقناكُم مِنْ ذَكَر وأُنثى وجَعَ� �ناكُم شُعوباً وقبائلَ لِتعارَفوا إنّ أكرمَكُم عِندَ الله اتقاكُم (الحجرات 13) اې انسانانو مونږ تاسي پیدا کړي یاست نارینه او ښځي او ګرزولي یاست مونږ تاسي ګڼي پرګنې او قومونه ددې لپاره چي یو له بل سره وپېژنۍ په حقیقت کي ستاسو قدرمن د الله تعالی په وړاندي هغه څوک دی چي په تاسي کي د زیاتي تقوا څښتن وي  . د اسلامي ټولني څېړنه او د انساني ټولني لپاره د اسلام ټاکلی نظام مونږ ته هغه مضبوط بنیادونه جوته کوي کوم چي اسلام په هغه باندي ټو� �نیزي اړیکي او لوړ انساني ارزښتونه بناء کړي دي .  اسلامي اخلاق او قوانین او په اسلام کي د الله تعالی د عبادت لپاره لارښووني او د اسلام عقیدوي مفاهیم داټول د یو ټولنیز هیکل په جوړښت ، او د میني او ګډي همکاري او د انسان د احساساتو د احترام په تنظیمولوکي اساسي رول لوبوي  او انساني ټولنه دې ته رابولي چي یوله بل سره خپل د همدردي او خواخوږي احساسات شریک کړي ، او د اسلام همدغه د همېشنۍ ګډي خواخوږي  او یوپربل د دایمي زړسوي ټینګار او د ټولنیزو ادابو د په پام کي ساتلو پرله پسې توصیې مونږ ته په اسلام کي د اجتماعي ژوند ارزښت  انعکاس کوي . تاریخي تجربو اود نني تمدن  تحلیلونو  دا ثابته کړي ده چي یوازي د مادیاتو په اساس جوړي شوي اړیکي یوه داسي ټولنه نشي رامینځ ته کولاي چي دهغې ریښې ژوري او بنیادونه یې دایمي وي ترڅو ورباندي د بشري ټولني یو مضبوط تعمیر ودرولای شي . همدا وجه  ده چي که مونږ  د معاصري مادي نړۍ  تمدن وڅېړو چېرته چي مادیات د اړیکو محور ګرزېدلی وي هلته به اجتماعي کرکي او نف� �تونه ، ټولنیز وېر او روحاني وچکالي  له ورایه را ته څرګند شي چي نه به هلته ټولنیزي د همدردي او خواخوږي اړیکي ووینو او هم به د غربت او وحشت په بېدیا کي لالهانده انسان ګورو چي د وېر او ماتم سوچونو او اندېښنو به ورباندي پېڅول غوړولی وي او یوداسي څوک به نه شي موندلای چي هغه ته په خواله کولو سره د هغه رېښتوني خواخوږي ځان ته جلب کړي . د اخلاقو او انساني فطرت پوهنیزو څېړنو دا ثابته کړي ده چي انسان له عاطفي او نفساني پلوه سالم مړښت  ته اړتیالري او دا د عاطفې او نفس سالم او په مشروع وسایلو مړول د انسان له بنسټیزو اړتیاوو څخه ده او د هغه په ښېرازۍ او نیکمرغي کي د پام وړ رول لوبوي بلکه نېکمرغي په حقیقت کي یوه نفساني قضیه او داخلي احساس ده چي انسان یې د خوشالي ، میني  او اطمینان په بڼه کي محسوس کوي  . هر انسان په فطري ډول د نورو انسانانو زړسوي او همدردي ته د ژوندانه په ځینو مراحلو کي د اړتیا احساس کوي ، هغه د وړکتوب ، سپین ږی� �یتوب ، رنځ او نورو ستونځو او حوادثو په مراحلو کي د نورو همکاري ته محتاج وي هغه د نورعادي ژوند په پرتله په دې مرحلو کي زیات د نورو د زړسوي او لاس نیوني انتظار باسي ، هغه چي کله د توقع برخلاف ددې احساس سرچپه له نورو څخه همدردي او مرسته ترلاسه نکړي،  دا ډول درېځ د هغه په شخصیت او سلوک منفي اغېزې اچوي چي دځان او ټولني په وړاندي د هغه په اړیکو کي منعکس کېږي. همداراز کله چي انسان دا محسوس کړي چي نور خلګ یې د شخصیت احترام نه ساتي او هغوی نور رټلی دی دا شعور د هغه په کړو وړو منفې خطرناکي اغېزې پرې باسي او بد مرغي یې نوره هم زیاتوي چي ضرر یې نه یوازي هغه ته بلکه چاپېریال او ټولني ته لمن پراخوي . په دې اساس اسلام انساني ټولنه ټولنیزي همکاري ، یوپر بل زړسوي او همدردردي او ګډي خواخوږي ته رابولي ، اسلام په دې ټېنګار کوي چي مسلمانان یو پربل پوښتنه وکړي ، ملاقات ته یې ورشي ، د ناروغ بیمار پرسي وکړي ، د ورک او لادرکه حالت وپوښتي او تلاش یې وکړي ، یوله بل سره خپلوي وپالي ، وروڼه او دوستان پیدا کړي چي په سختو شېبو کي یې مرسته وکړي او هم یې مرسته تر لاسه کړي ، د ګاونډی پوښتنه وکړي او د هغه په روغتیایې او اقتصادي ستونځو ځان خبرکړي او په حل کي یې فعال رول ولوبوي دا هرڅه ددې په خاطر چي ټولنه او د هغې افراد ټول په یوه داسي عاطفي او وجداني ځنځېر و پېیل شي چي د میني او خواخوږي څړیکي په کي خوځښت کوي  تر څو د یو اوبل په زړونو کي د میني او د انساني شخصیت د احترام هغه زړي وکري چي هغه  د اخلاقو او سلوک په رغنده جوړښت کي بشپړه ونډه اخلي او د انحراف او ناسم  سلوک تداوي کوي.  د ناروغ پوښتنه او هغه ته ورتګ د نورو په وړاندي د هغه په زړه کي د م یني احساس را ژوندی کوي او د هغه دردونه کموي او هغه په دې پوهوي چي د هغه خپلوان ، دوستان ، قریبان او ټولنه هغه په پام کي ساتي ، د تجربې له مخي ډېر داسي لیدل شوي دي چي یو سړی ډېر زیات او د اوږده وخت لپاره ناروغه شي او یا په یوه داسي سخته ناروغي اخته شي چي هغه نور خپل ژوند په خطر کي وویني خو کله چي جوړ شي بیرته له نوي سره په خپل سلوک کي تغیر راولي او زیاتي هغه انساني اړیکي خپلوي چي مثبتي او ګټوري وي  په تېره بیا چي کله د خپل رنځ په وخت کي ځیني خپلوان او یا وروڼه او یا د ټولني افراد د خپل ځان په خواوشاکي وویني چي د هغه په درملنه او علاج معالجه کي ونډه اخلي او یاله هغه څخه مادي او معنوي ستونځي پورته کوي . همدا وجه ده چي مونږ د ناروغ د پوښتني او عیادت په برخه کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د اصح ابو او سلف صالحینو لارښووني او هدایات لولو لکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : عن أبي هُرَيْرَةَ قال قال رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  إذا زَارَ الْمُسْلِمُ أَخَاهُ في اللَّهِ عز وجل أو عَادَهُ قال الله عز وجل طِبْتَ وَتَبَوَّأْتَ مِنَ الْجَنَّةِ مَنْزِلاً (مسند الامام أحمد) له أبوهریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : کله چي یو مسلمان د خپل دیني ورور  د ملاقات لپاره خاص د الله تعالی د رضا لپاره ورشي الله تعالی ورته فرمایې : خوشاله اوسې او په جنت کي د دخپل ځان لپاره هستوګنځای ونېولو . عن أبي أمامة قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  عودوا مرضاكم وسلوهم أن يدعوا لكم فإن دعاءهم يعدل دعاء الملائكة (الفوائد لتمام الرازي) له أبي امامه رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : د خپلو ناروغانو د پوښتني لپاره ورځۍ او له هغوی څخه دعا غواړۍ ځکه چي د هغوی دعا د ملایکو له دعا سره برابره ده . عن ثوبان مولى رسول الله  صلى الله عليه وسلم  � �ال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  من عاد مريضا لم يزل في خرفة الجنة حتى يرجع ( مسلم) له ثوبان  رضي الله تعالی عنه څخه � �وایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : یو څوک چي د رنځور پوښتني ته ورشي تر څوچي بېرته راګرزي د جنت په چڼل شویومېووکي وي . عن أبي موسى عن النبي  صلى ال� �ه عليه وسلم  قال فكوا العاني وأجيبوا الداعي وعودوا المريض رواه البخا� �ي له ابو موسی رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : اسیر او بندي له قید څخه خلاص کړۍ او د بلونکي دعوت قبول کړۍ او د رنځور پوښتني ته ورشۍ . عن البراء بن عازب يقول أمرنا رسول الله  صلى الله عليه وسلم  بسبع أمرنا بعيادة المريض واتباع الجنائز وتشميت العاطس ورد السلام وإجابة الداعي وإبرار القسم ونصر المظلوم (رواه البخاري) له براء بن عازب رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ په (۷) اوو شیانو مأمور کړي یو ناروغ ته د پوښتني لپاره په ورتګ ، د جنازو لمونځونو ته حاضرېدل ، د نږي څښتن ته که الحمد لله ووایې په یرحمک ا� �له سره ځواب ورکول ، او د سلام ځواب ورکول ، او ددعوت قبلول ، او که یوڅوک قسم وخوري نو په هغه قسم نه اړول ، او د مظلوم او بېوزله مرسته کول . عن أبي سعيد الخدري عن النبي  صلى الله عليه وسلم  قال عودوا مرضاكم واتبعوا الجنائز يذكركم الآخرة (سنن ا� �بیهقي) له ابوسعید رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : د خپلو رنځورانو پوښتني ته ورځۍ او په جنازو کي برخه آخلۍ ځکه چي دا تاسو ته آخرت در په زړه کوي . عن جابر بن عبد الله قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  من عاد مريضا لم يزل يخوض في الرحمة حتى يجلس فإذا جلس يغمس فيها (سنن البيهقي الكبرى ) له جابر رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وف� �مایل : څوک چي د یوه رنځور پوښتني ته ورشي د الله تعالی په رحمت کي تر هغه وخته ننوزي تر څو چي کېني او چي کله کېناستلو د الله تعالی په رحمت کي ټول ډوب شي . عن بن عباس قال عيادة المريض مرة سنة فما ازددت فنافلة ابن عباس رضي الله تعالی عنه فرمایې : د ناروغ یوځل پوښتنه کول سنت دی او تک� �ارول یې د ثواب کار دی . همدا راز لکه چي نبوي ارشادات مونږ د ناروغ او رنځور پوښتني ته هڅوي همدا راز مونږ ته دا هم راښیې چي د ناروغ قدر او عزت وکړو او په کار ده د هغه د خوشاله کولو په خاطر یو سوغات یا تحفه لکه مېوه اودا سي نور حتی المقدور له ځان سره د هغه لپاره یوسو تر څو هغه ورباندي خوشاله شي . عن ابن عمر قال قال لي علي بن أبي طالب ألا أحدثك حديثا حدثني به رسول الله  صلى الله عليه وسلم  فأنت له أهل قلت بلى قال حدثني رسول الله  صلى الله عليه وسلم  عن جبريل عن ربه عز وجل أنه قال ما من قوم يكونون في حبرة  إلا استتبعها عبرة وكل نعيم زائل إلا نعيم أهل الجنة وكل هم منقطع � �لا هم أهل النار فإذا عملت سيئة فأتبعها حسنة تمحها محوا سريعا وأكثر صنائع المعروف فإنها تقي مصارع السوء وم ا من عمل بعد أداء الفرائض أحب إلى الله تعالى من إدخال السرور على المؤمن (كنز العمال ) حبرة الحبرة بالفتح ا� �نعمة وسعة العيش وكذلك الحبور له ابن عمر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي علي بن ابي طالب رضي الله تعالی عنه راته وویل چي آیا هغه خبره درته وکړم چي ماته د الله تعالی رسول (ص) کړي ده ؟ ماورته وویل هو؛ هغه وویل چي رسول الله  صلى الله عليه وسلم له جبریل علیه السلام څخه او جبریل علیه السلام له الله تعالی څخه داخبر نقل کوي چي هغه وفرمایل هر� �وم چي نعمتونه ورته پرېمانه شي عبرت ناک انجام به هم ضرور څکي او هرنعمت زوال پذیر دی پرته د جنتیانو له نعم تونو څخه چي پای نلري او هر دوک پای ته رسېږي پرته د دوزخیانو له دوک څخه چي نه ختم کېږي  نو کله چي یوه ګناه وکړې ورپسي ضرور نېک کار هم کوه ځکه چي هغه کړي ګناه ډېره ژرختموي او له خلګو سره اح سانونه کوه ځکه چي هغه د بدو ټکو او پېښو مخه نیسي او له فرایضو وروسته د مسلمان تر خوشاله کولو خدای تعالی ته زیات غوره او بهتر بل هیڅ عمل نشته . عن الحسين بن علي قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم إن من موجبات المغفرة إدخالك السرور على أخيك المسلم ( الطبراني) له امام حسین رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : یو له هغو اعمالو څخه چي د انسان � �پاره د الله تعالی بښنه او مغفرت واجب کوي داده چي د خپل مسلمان ورور لپاره د خوشالي اسباب برابر کړې . قيل لمحمد ابن المنكدر اي العمل احب اليك قال ادخال السرور على المؤمن  (الزهد لابن حنبل) محمد بن منکدر(رح) ته چا وویل چي کوم عمل د زیات خوښېږي هغه په ځواب کي ورته وویل چي د مسلمان خوشاله کول مي تر هر عمل زیات خوښ دی . بل هم د ناروغ د نفسیاتي درملني لپاره هغه د اسلام ټولنیز اداب دي چي اسلام زمونږ پام د هغه لور ته ور اړوي  هغه دادي  چي کله م ونږ د رنځور پوښتني ته ورشوهغه ته  ښې او خوږې خبري واوروو او د عاجلي روغتیا لپاره یې دعا ورته وکړو ، تسلي او ډاډ ورکړو ، او د صبر توصیه  ورته وکړو او د الله تعالی په نزد درنځ اجر ورته بیان  کړو تر څو رنځورډاډمن شي او دا محسوس کړي چي څومره نور ورسره خواخوږي لري ، په دې خبرو او ډاډېیني د هغه معنویات لوړېږي او رنځ یې ورباندي کمېږي او کېدای شي د پوښتونکي ددې � �اډېیني په وجه الله تعالی هغه ته ژر شفا ورکړي . عن عائشة أن رسول الله  صلى الله عليه وسلم  كان إذا عاد مريضا مسح وجهه وصدره أو قال مسح على صدره وقال اذهب البأس رب الناس واشف أنت الشافي لا شفاء إلا شفاؤك شفاء لا يغادر سقما- الحدیث (رواه مسلم) عایشة رضي الله تعالی عنها فرمایې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم چي به کله د یوه رنځور پوښتني ته ورغی په مخ او سینه به یې خپل (د شفقت مبارک) لاس ورتېر کړ او دادعا به یې وویله : اذهب البأس رب الناس واشف أنت الشافي لا شفاء إلا شفاؤك شفاء لا يغادر سقما.  اې د خلګو پروردګاره ته یې تکلیف پورته کړې ته روغتیا بښونکی یې شفاء ورته ورکړې ، ستاله شفاء څخه پرته بل علاج نشته او ستا هغه شفاء ده چي هېڅ یوه ناروغي نه پرېږدي اوهر رنځ ختموي . عن أبي أمامة الباهلي أن رسول الله  صلى الله عليه وسلم  قال من تمام عيادة أحدكم أخاه أن يضع يده عليه فيسأله كيف أصبح كيف أمسى (شعب الإيمان) له ابي امامة رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : درنځور بشپړه پوښتنه په دې کي ده چي په هغه خپل لاس کېږدي او پوښتنه ځیني وکړي چي د شپې څرنګه وې او ورځ د څرنګه تېره کړه . عن سلمان رضي الله عنه قال عادني رسول الله  صلى الله ع� �يه وسلم  وأنا عليل فقال يا سلمان شفى الله سقمك وغفر ذنبك وعافاك في بدنك وجسمك إلى م دة أجلك (المستدرك على الصحيحين) له سلمان رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي هغه وایې زه رنځور وم اورسول الله صلی الله علیه وسلم مي پوښتني ته راغی او ویې فرمایل : اې سلمانه الله تعالی د له نا� �وغي څخه شفاء درکړي او ستاګناهونه د وبښي او ستا بدن او جسم د ستا د مرګ تر نېټې پوري  روغ کړي  . عن عائشة بنت سعد أن أباها قال اشتكيت بم كة فجاءني رسول الله  صلى الله عليه وسلم  يعودني فوضع يده على جبهتي ثم مسح صدري وبطني ثم قال اللهم اشف سعدا وأتمم له هجرته رواه البخاري له عای� �ه بنت سعد رضي الله تعالی عنها څخه روایت دی چي هغه وایې ځما پلار سعد راته وویل چي په مکه کي رنځورشوم رسول ا� �له صلی الله علیه وسلم مي پوښتني ته راغی لاس مبارک یې ځما په ټنډه کېښود او بیایې ځما په سېنه او ګېډه تېر کړ او ویې فرمایل : اې الله سعدته روغتیا ورکړې او دهجرت یې ورته بشپړ اجر ورکړې. عن بن عباس كان النبي  صلى الله عليه وسلم  إذا دخل على مَرِيضٍ يَعُودُهُ قال لَا بَأْسَ طَهُورٌ إن شَاءَ الله (البخاري)  له ابن عباس رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی هغه فرمایې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم چي به کله د یوه رنځور پوښتني ته ورغی و به یې فرمایل : لابأس طهور ان شاء الله . پروا نلري دا ناروغي له ګناهونو څخه پاکوونکي ده انشاء الله تعالی . همدا راز اسلام له رنځور سره د تعامل هغه ارزښتمن اداب  رنځور پوښتونکي ته ورښیې چي د رنځور نفسیاتي اړخ په کي مراعات شي چي یو له هغوی څخه هم دادی چي رنځور پوښتونکی که رنځور ور څخه ونه غواړي باید زیات وخت هلته تېر نکړي تر څو رنځور په تکلیف نشي او ژر تر ژره باید د تګ اجازت ځیني وغواړي،  ډېر داسي رنځور پوښتونکي به تاسو لیدلي وي چي کله د رنځور پوښتني ته ورشي هلته زیات وخت تېروي په ساعتونو ساعتونو ناست وي او اوږد مجلس او نکلونه یې شروع کړي وي چي روغ ورڅخه په تکلیف شي رنځور خو لا په خپل ځای پرېږده په دې اساس د رنځور پوښتنه باید ډېر لږوخت په برکي ونیسي . عن عثمان بن عفان قال قال ا� �نبي  صلى الله عليه وسلم  خير العبادة أخفها(مسند الشهاب) له عثمان رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه سلم وفرمایل غوره � �نځور پوښتنه هغه ده چي سپکه وي . عن أنس قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  العيادة فواق ناقة (مشكاة المصابيح) له انس رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی ا� �له علیه وسلم وفرمایل : د رنځور پوښتنه د اوښي په شاده . په دې معنا چي د رنځور په پوښتنه کي د یو څوک دومره بېړه کوي لکه  په اوښه چي سپور وي او پوښتنه وکړي او راښکته نشي خو که � �نځور وغواړي او یا یې دې ته زړه کېږي چي پوښتونکی ورسره کېني نو بیا که د زیات وخت لپاره کېني پروا یې نشته . همدا راز که زمونږ په خپلو کورونو کي رنځوران وي باید خیرات او صدقه ورکړو ځکه چي الله تعالی د صدقې په وجه رنځونه ختموي : عن عبد الله قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  داووا مرضاكم بالصدقة وحصنوا أموالكم بالزكاة و� �عدوا للبلاء الدعاء  (سنن البيهقي الكبرى) له عبد الله رضي ال� �ه تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : خپل رنځوران په خیراتونو جوړ کړۍ او خپل م الونه د زکاتونو په ورکولو سره وساتۍ, او د آزمېیښتونو لپاره په دعاګانو سره تیاري ونیسۍ . په همدې شکل اسلام د رنځورانو د جسماني او معنوي ستونځو خیال ساتي او نور مسلمانان مکلف ګرزوي چي د رنځور د شخصیت احترام وساتي له هغه سره مینه وښیې او یوازي یې پرې نږدي چي له داخلي کشمکش سره لاس او ګرېوان شي او په هغه شکل ورسره تعامل وکړي چي رنځور ور باندي خوشاله شي او معنویات یې لوړ اورنځ یې سپک شي په دې کي هم ټولنېزي ښېګڼی دي او هم د الله تعالی په وړاندي دایمي اجرونه او ثوابونه  دي .                               &n; bsp;                      څومره ښکلی دین دی دلته قدر د انسان شته دی دلته کرامت شته اوعزت شته او احسان شته دی دا ده اسلامي نظام د خلګو نېکمرغي غواړي دا یوه ټولنه د تماس او ښېرازي غواړي دلته هم دنیا او هم سکون او ايمان شته دى څومره ښکلی دین دی دلته قدر د انسان شته دی ",د ناروغ پوښتنه 5139,"� �دوسي سليمانخيل"," په اسلام کي د اخترونو د جواز او دهغوی د مشروعیت  بنیادي لاملونه هغه ستر حکمتونه او عالي مقصدونه دي کوم چي د بشري ټولني هوساینه او نېکمرغي په کي نغښتي ده ، اختر د خوشالیو او د اجتماعي اړیکو د ټېنګښت یو ښه فرصت دی  ، همدا راز د اخترونو د لمانځلو په هکله ځیني سنتونه او آداب دي  کوم چي مونږ ته اسلام د هغوی توصیه کړي ده . د اخترونو مشروعیت په اسلام کي د لوړو حکمتونو او عالي مقصدونو د پلي کولو لپآره شوی دی چي د هغوی له جملې څخه یو هم د ژوندانه له ستونځو او پرېشانیو څخه د څه وخت لپاره د ځان ګوښه کول دی ، بل هم د مسلمانانو تر مېنځ د ټولنېزو اړیکو ټېنګول او دهغوی تر مېنځ د میني محبت زړسوي او ترحم د احساس خپرول دی ، بل هم د الله تعالی د نعمتونو او احسانونو شکر پ� �ځای کول دی چي هغه مونږ ته د خپلو عبادتونو د اداکولو توفیق را په برخه کړ  .  په اسلام کي اخترونه دوه دي یو عید الفطر یعني کوچنی اختر او بل عید الأضحی یعني لوی اختر او له دې دوو اخترونو څخه علاوه نور اخترونه نشته او نه جواز لري . اسلامي اخترونه له نورو هغو اخترونو سره توپېر لري کوم چي د نورو مذاهبو او ادیانو په پی� �وانو کي رواج لري ، دلته اخترونه د فرایضو له ادا کولو سره تړاو لري او د اختر خوشالي ددې لپاره وي چي د الله په فضل او کرم مو وکولای شول د روژې عبادت په بشپړه توګه ادا کړو نو هغه چا چي روژه یې نیولي وي ددې حق لري چي د اختر په لمانځلو خوشالي ښکاره کړي همداراز هغه څوک چي د حج فریضه ادا کوي هغوی هم د خوشالي د څرګندولو حق لري چي د حج فریضه یې ادا کړه  بل دا چي په اسلام کي اخترونه لمونځونه لري چي بنده تر هرڅه د مخه د ورځي له پیل څخه دې ته رابولي چي په دې ستر مناسبت کي الله تعالی په یاد وساتي او د ورځي په پاته برخه کي یې هم  په ذکر او تسبیح ژبه لنده وي. د اخترونو له عبادتونو او فرایضو سره مستقیم ا� �تباط هغه یو عالي مفهوم دی چي له نورو دنیوي مناسبتونوسره څرګند توپېر لري ، اسلام د اختر مفهوم لوړ کړی او هغه یې د فرایضو د سرته رسولو له توفیق سره تړلی دی همدا وجه ده چي اخترونه په اسلام کي د عبادتونو له شعایرو څ خه شمېرل کېږي . په مونږ باندي لازمه ده چي د اسلام ارزښتونو ته په ژور فکر سره وګورو او د هغه جوهري مفاهیم  ځان ته معلوم کړواو د اسلام په هکله نورسطحي نظرونه شاته وغورځوو تر څو د اسلامي ټولني د افرادو تر مېنځ د تعاون او ګډي همکاري کړۍ اواړېکي ټینګي کړو  تر څو وکولای شو له هغه خواشینوونکي حالت څخه راووزو کوم چي مونږ ورڅخه تېرېږو او صحیح اسلام ته بېرته وګ� �زو او له الله تعالی سره نوی تعهد وکړو. په اسلام کي د اخترونو مشروعیت صرف د خوشالي د ښکاره کولو لپاره یواځی نه دی راغلی بلکه ددې لپاره یې مشروعیت راغلی دی چي په اسلامي ټولنه کي  د احسان او ښېګڼي کړۍ ټینګي کړي ، که احسان کول په نورو عادي ورځو کي یو انفرادي مسئولیت وي خو د اخترونو په موقع کي دا یوه اجتماعي قضیه جوړوي ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم بډایان مخاطب ګرزوي چي په همدغه ستره ورځ مسکینان او محتاجین یواځي پرې نږدي . عن بن عمر قال فرض رسول الله  صلى الله عليه وسلم  زكاة الفطر وقال أغنوهم في هذا اليوم (سنن الدارقطني) له عبد الله بن عمر رضي الله څخه روایت دی هغه فرمایې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم سرسایه (صدقة الفطر) فرض وګرزله او ویې فرمایل چي په همدغه ورځ هغوی (مسکینان) له احتیاج څخه وباسۍ او ضرورت یې رفع کړۍ . همدا وجه ده چي اسلام د صدقة الفطر په ورکولو کي بېړه کوي او مسلمان مکلف ګرزوي چي د عېد تر لمانځه مخکي  د ا د مساکینو حق هغوی ته ورسوي تر څو په دې ورځ کي د محرومیت احساس ونکړي او چاته محتاج نه شي . أَنَّ الْمُسْتَحَبَّ أَنْ یُخرِجَ َ قبل ا� �ْخُرُوجِ إلَى الْمُصَلَّى لِأَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى اللَّهُ عليه وسلم كَذَا كان يَفْعَلُ وَلِقَوْلِهِ صلى اللَّهُ عليه وسلم أَغْنُوهُمْ عن الْمَسْأَلَةِ في مِثْلِ هذا الْيَوْمِ فإذا أَخْرَجَ قبل الْخُرُوجِ إلَى ا� �ْمُصَلَّى اسْتَغْنَى الْمِسْكِينُ عن السُّؤَالِ في يَوْمِهِ ذلك فَيُصَلِّي فَارِغَ الْقَلْبِ مُطْمَئِنَّ ا� �نَّفْسِ (بدائع الصنائع) دا د احنافو فقهي مسأله ده چي ښه کار داده چي د اختر لمانځه تر ت� �لو مخکي سرسایه مسکین ته ورکړله شي ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به همداسي کول او همدا راز یې فرمایلي دي چي مساکین په همدغه ورځ له سوال کولو څخه مستغني کړۍضرورت یې رفع کړۍ تر څو چاته د ضرورت لاس اوږد نکړي  نو کله چي سرسایه تر لمانځه مخکي هغه ته ورکړله شي هغه د همدغي ورځي له احتیاج څخه خلاص شولو او په فارغ زړه او داخلي اطمینان سره به د اختر لمونځ اداکړي . همداراز اسلام د لوی اختر په ورځ د قرباني کولو فریضه د بډایانو په ذمه اېښي ده ددې لپاره نه چي بډایان په خپله په غوښو ماړه شي بلکه ددې لپاره چي هغه مساکین او فقراء یې وخوري چاچي به کېدای شي په ټول کال کي  یې د غوښي خوند نه وي څکلی . ځکه خو فقهاء او محدثین لیکي چي که یو څوک پخپله مسکین نه وي او د ب� �ایې توب له مخي یې واجبه قرباني کړي وي مسنون طریقه داده چي کم از کم د خپلي قرباني درېیمه برخه په مساکینو او محتاجینو ووېشي . دا په اسلام کي د اخترونو هغه مفهوم دی کوم ته چي اسلام بلنه کوي او باید یو وېښ مسلمان یې ځان ته معلوم کړي  اختر د ډلونو ، سروزونو او هګۍ جنګولو او نورو حرامو او بې ځایه لوبو ورځ نه ده او نه د په مېراث پاته کړوړوړ یو مناسبت دی او نه د رواجونو د بدعاتو د پاللو یوه سالګره ده بلکه دا یو ستر اسلامي مناسبت او د خوشالي هغه ورځ ده چي یو مسلمان په کي د الله تعالی شکر ادا کړي د ټولني له افرادو او خپلو خپلوانو سره ښې اړیکي ټینګي او را ژوندۍ کړي ،  غریبانو ، مسکینانو او د ټولني بېوزلي طبقې ته د ترحم او مرستي لاس وغزوي د هغوی د ضرورتونو په رفع کولو کي خپله اسلامي ونډه واخلي او د الله له خوا د هغه په دارایې کي واجب شوي د محتاجینو حقوق هغوی ته په پراخ لاس او ټنډه ورسوي . زمونږ دې ته زیاته اړتیا ده چي خپلو زامنو ته د اخترونو هغه رېښتینی ژور مفهوم وښیو کوم چي زمونږ دین د هغه لورته بلنه راکوي او دابراهېمي سنت یعني د قرباني د فریضې فلسفه او د هغې  دنیوي او اخروي ګټي او همدا راز د هغې اجتماعي ارزښت هغوی ته عملا تشریح کړو تر څو هغوی په بشپړ وېښتابه د خپل دین حقانیت او اجتماعیت ته متوجه شي . اسلام د قرباني د غوښو په وېشلو کي د ټولني ټول طبقات بېله کوم توپېر څخه په پام کي نیسي ځکه خو مونږ ته وایې چي د قرباني غوښي د په دریو ونډو ووېشلي شي یو برخه د یې  مساکینو او فقراوو ته ورکړه شي او یوه برخه د یې په خپلوانو او دوستانو او ا� �نایانو ووېشلي شي او یوه برخه د یې د قرباني خاوند ځان ته پرېږدي ، دا ځکه چي اسلام په طبقاتي تو پېر او طبقاتي نظام عقېده نلري ، هغه یوه طبقه په بله غوره نه ګڼي ځکه چي طبقاتي توپېر ټولني ته خطرونه پېښوي او هغه د حسد او دښمنیو په بد مرغي اخته کوي . هو یوه خبره ضرور شته چي په اسلام کي درجه بندي شټه چي  هغه ځینو افرادو ته په توپېر باندي قایل دی چي اسلام د هغوی درجات لوړ کړي دي خو ددې درجه بندي تر څنګ هغوی ته داحق نه ورکوي چي هغوی د ټولني ښکته طبقه تر ظلم لاندي ونېسي په سپکه هغوی ته وګوري او یا یې په هغوی غټه ووایې  ، اسلام طبقاتي وېش نه مني ځکه خو د اخترونو په موقع کي بډایان او مسکینان ټول په مساوي شکل  د اجتماعي تکافل په بناء چي بډایان د شرعي موازینو له مخي خپل مال د مساکینو په واک کي ورکوي هغوی په یوه غوره منظم شکل کي ددې ورځي لمانځلو ته رابولي . د اخترونو په لمانځلو کي د اسلام ضوابط او اصول دا دي چي په همدغو مبارکو ورځو کي منکرات  او د رواجونو بدعات ترسره نه کړل شي هلته خوشالي وي خو داسلام په چوکاټ کي په همدغه ورځ مسلم ان ته په کارده چي خوشالي وکړي اود الله تعالی شکر اداکړي چي هغه ته یې د روژې د فریضې د ادا کولو او یا د حج د ف� �یضې د پر ځای کولو توفیق ورکړ ، په مسلمانانو لازمه ده چي په همدغه ورځ د خپلو خپلوانو ملاقات ته ورشي یو له بل سره د میني او محبت اظهار وکړي او ددې ورځي په لمانځلو کي اسلامي آداب ملحوظ کړي ، هغه څوک چي له دې دنیا څخه � �خصت شوي دي په هغوی باندي ژړا او وېر ونکړي ځکه چي دا د خوشالي ورځ ده .  په همدغه ورځ کي اخلاقي نورمونه په پام کي ونېول شي د بې ځایه سیالي په اساس بد خرچي او اسراف ونکړل شي او خدای ورکړي دارایې بې ځایه ونه لګوي، د محتاجینو اړتیاوي رفع  کړي ، له والدینو سره په کي احسان وکړي ، له خپلوانو سره په کي خپلوي وپالي ، دا ورځ په مسلمانانو باندي د الله تعالی یو ستر لورولی احسان دی چي هغوی ته یې ور په برخه کړي ده په همدغه  ورځ کي مسلمانان ښه اخلاق خپلوي تېر رنجشونه او ذات البیني خفګانونه شاته پرېږدي ، خلګ یوبل ته د مبارکي لاسونه ورکوي ، دښمنان یو له بل سره � �وغېږي ، د روغبړ،  میني او محبت او اجتماعي همدردي مجلسونه جوړېږي ، خلګ یو د بل پوښتني ته ورځي ، زړې دښمني وي او داخلي پټي کینې ختمېږي او انساني اړیکي بېرته له نوي سر څخه ټېنګېږي او اخلاقي ارزښتونه ځای نیسي او د ورورولي ، سخاء، ورکړي ، همدردي او زړسوي بیه لوړېږي . ",په اسلام کي اخترونه 5140,قدوسي سليمانخيل," اخترددین د ښکلا یوه ځلانده څېره او د اسلام له څلیو څخه هغه ستر څلی دی چي په داسي سترو حکمتونو او لویو مفاهیمو او پټو اسرارومشتمل دی چي نور � �ومونه یې په خپلو اخترونو کي نه پېژني . اختر په دیني مفهوم کي د الله تعالی یو شکر ادا کول دی چي هغه مونږ ته د عبادتونو د بشپړ کولو توفیق راکړ دا شکر یوازي مسلمان په خپله ژبه سره نه وایې بلکه د هغه په کوګل  کي د اطمینان او داخلي خوشالي او د هغه دبهرنیو اندامونو د حرکاتو په ژبه سره هم تعبیر کېږي  ، همداراز د مسلمانانو تر مېنځ د میني او پراخي ټنډي په څ� �ګندولو او د بډایانو او مسکینانو تر مینځ د مسافو په له مېنځه وړلو سره دا شکر ښکاره کېږي  . اختر په انساني مفهوم سره هغه ورځ ده چي  د سرمایه دار قوت او د مسکین کمزورتیا د الهي عدالت او مساوات په اساس د زکات او احسان او پراخي تر سر لیک لاندي یو بل ته د میني او روغبړ غېږ ورکوي . اختر په بډای باندي خپلي وړانګي غورځوي چي په نتیجه کي له خپلي شتمنۍ سره د زړه تعلق ختموي او له خپل لوړ مقام څخه حق او ښو اخلاقو ته په تواضع او انکسار سره راښکته کېږي او داسي احساس کوي چي د هغه په خواوشاکي انسانان ټول دده وروڼه او مرستیالان دي چي په نتېجه کي خپلي د ټول کال بدي ګاني د یوې ورځي په نیکي او احسان سره له مېنځه وړي . همدا راز اختر سپېره فقیر او مسکین هم په خپله تجلي کي نیسي هغه خپل غمونه او دوکونه ټول شاته پرېږدي او د هغو ترږمیو له پېڅول څخه سر راباسي کوم چي تصوراتو او د پرېشانیو خوبونو ور باندي ټول کال غوړولی وو ، د ټول کال ستومانیوي او مجبوریتونه هېروي او د اختر خوشالي یې د شتمني طبقې په وړاندي له زړه څخه بدبیني لېري کوي او اختر یې د مایوسي دېوالونه نړوي او د ام یدونو څړیکي یې په زړه کي را ژوندۍ کوي . همداراز اختر په نفسیاتي مفهوم سره هغه دېوال دی چي د مسلمان نفس او اندامونه ورته د اطاعت سر ټیټوي او د مشروع خوشالي تر څنګ هغه له بېځایه مصروفیتونو او ح یواني شهوتونو څخه را ګرزوي . اختر د وخت په اعتبار سره د زمانې یوه لنډه ټوټه ده چي د غمونو او پرېشانیو د هېرولو او له نوي سره د انساني قوتونو د را ژوندي کولو لپاره ځانګړي شوي ده . اختر په اجتماعي مفهوم سره د ماشومانو ورځ ده چي هغوی ته بېساري خوشالي وي له ځان سره راوړي هغوی په ډېره م ېنه ټول کال ددې ورځي انتظار باسي ، د مسکینانو ورځ ده چي یو له بل سره په ښه شکل او نوي جامه کي مخامخ کېږي ، د � �وي الأرحامو ورځ ده چي په صله رحمي او احسان سره را یوځای کېږي ، د مسلمانانو ورځ ده چي یوبل ته تر تېروتنو ور تېرېږي اود یو اوبل ملاقات ته ورځي ، ددوستانو او آشنایانو ورځ ده چي په همدغه لنډ مهال کي د میني او نزدېکت م� �اندي ټېنګوي ، د اصیلو انساني شخصیتونو ورځ ده چي خپلي پټي کینې او دزړه رنځونه په کي ختموي  ، او بالآخره هغه ورځ ده چي د مرورو  وروڼو خړپړتیا له مېنځه وړي د هغوی تر مېنځ فاصلې ختموي او د یوه لاس د بل په لاس کي ورکوي . د اختر بختوره اسلامي ورځ له هره پلوه د و� �ورولي ، میني او وفاء په ډېر وچت معیار د ټولنېزو اړیکود ټېنګښت  ورځ ده ، دا ورځ زړونو ته ډاډ اومینه بښي ، څېرو ته ښکلا او خوشالي ورکوي او بدنونو ته آرام او هوساینه پېرزو کوي او له اجتماعي پلوه د ټولني افرادو ته دا پېچکاري کوي چي د هغوی تر څنګ کمزوري او لوېدلي انسانان دي چي د هغوی مرستي ته اړتیا لري هغوی په دې نن ورځ کي باید هېر نکړي ترڅو د اختر خوشالي د هرکور انګړ ته ننوزي او هر څوک له دې نعمت څخه برخه من � �ي  او دا د خوشالي شېبه عامه بڼه خپله کړي او هر لورته یې وړانګي خپرې شي .  د صدقة الفطر او قرباني په عبادت کي لوی پټ راز همدغه اجتماعي مفهوم دی چي د اختر په ورځو او شېبو کی یې د خیر لاسونه محتاجو لاسونو ته رسوي تر څو د اختر د ورځي له لمرختلو سره جوخت په هره ټنډه خوشالي ولېدله شي او د هر چا په شونډو خندا خوره شي او هر زړه خوشالي محسوسه کړي . د اختر په ورځ بد مرغه انسانان هم د نېکمرغي احساس کوي ، هغه څوک چي ټول کال یې د وخت ناخوالو مرۍ ور تربت کړي وي  په همدغه ورځ روغه ساه کاږي ، تنګ لاسو ته په کي لنده ډوډۍ ورسېږي ، او د شتم نیو خاوندان په کي ښه خوراکونه وکړي . د اختر ورځ هر څوک دې ته هڅوي چي د خیر او ثواب لاسونه اوږده کړي او په دې مسابقه کي د بریالیتوب مېډال وګټي . د اختر د ورځي عبادتونه او اسلامي اح کام عقل ته غذا تهیه کوي ، اسرار یې زړونه او نفسونه تصفیه کوي ، او هغه حقایق جوته کوي چي د هغو له مخي د ټولني د بېلابېلو طبقو او پرګنو تر مېنځ  د عدل موازین په پښو دروي او د اسلامي یووالي او � �غوني ستر مقصدونه پرمخ بیایي او د ټولني افرادو ته د قرباني او تر ځان تېرېدني او میني عملي درسونه  ورښیي . د اختر په ورځ  غوره اخلاق او پراخه ټنډه هرچا ته رنګ ورکړي ، خلګ یو بل ته د مینه ناکو مخلصو زړونو سوغاتونه وړاندي کوي ګواکي اختر د اسلامي امت د یوه ستر بدن  روح دی چي هغه ته ژوند بښي . په اختر كي د ګاونډیتوب � �من پراخېږي یو ستر ښار چي ګوري ته به وایې چي په هغه کي د اوسېدونکیو انسانانو یو داسي کور دی چي په رېښتوني م عنا عملي ورورولي په کي تحقق موندلی دی .  په اسلام کي اختر سکون او وقار دی او د الله تعالی د لوی او عظیم قدرت نښه ده او دوژخ ته له لوېدلو او له هلاکت څخه د ژغورېدلو یوه وسېله ده . اختر په دې هرڅه سربېره نېکیو ته د مسابقې یو ډګر او د اجر او ثواب موندلو د سیالۍ یو ستر میدان دی . د اخترونو دعظمت لپاره همدا کافي ده چي د اسلام له دوو هغو سترو شعایرو اوعبادتونو وروسته لمانځل کېږي چي په روحاني ډګر او د اسلامي امت په وحدت کي  ستر ارزښت لري . دا د اخترونو هغه ځیني ستر مفاهېم وو چي مونږ ته یې اسلام راښیې او رېښتوني مسلمانان یې لاس ته راوړي آیا مونږ داسي اخترونه لرو او که نه ؟ آیا زمونږ او اخترونو تر مېنځ فاصلې شته او که نه ؟ که وي نو ولي د اخترونو په اصلي حقیقت او د هغه په سترو مفاهیمو ځانونه نه پوهوو او کله به یې پوهوو؟ راځۍ چي د اخترونو د حقېقت په ښه روښانه کولو کي یو څه نور هم سره مشغول شو کېدای شي د هغه عظمت زمونږ ترږمیو ته رڼا ورکړي . د خواشیني ځای خو داده چي مونږ له اخترونو څخه د اسلام پوښ غورځولی دی او د هغوی هغه روحاني مفاهېم مو له کاره اچولي دي کوم چي په زړونو کي خوشاليوي او برکتونه اچوي ، نن ورځ چي زمونږ اسلامي امت له کومو ګواښونو او توطیوسره لاس او ګرېوان ده او ددې ګواښونو په نتېجه کي په ختېځ او لوېدېځ او د نړۍ په هر ګوټ کي زمونږ مسلمان قوم د لوږي تر فشار او او د استعباد تر کلابندي لاندي دي په کار خو داده چي مونږ هم د هغوی په کړاوونو خپل ځانونه زهېر او په غم کي ورسره شریک کړو ، په همدغه نېکمرغه ورځ که مونږ خوشالي څرګندوو دا هم باید په پام کي ونیسو چي په څه ډول کولای شو د هغو وروڼو مرسته وکړو چي دا دخوشالي شېبې په وېر او ماتم کي تېروي . آیا دا حدیث مو نه دی آورېدلی ؟ عن النُّعْمَانِ بن بَشِيرٍ قال قال رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ في تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ إذا اشْتَكَى منه عُضْوٌ تَدَاعَى له سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْح ُمَّى  (صحيح مسلم ) له نعمان بن بشیر رضي الله تعالی عنه څخه � �وایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل  د مسلمانانو مثال په یو له بل سره مینه اویو پر بل باندي په زړسوي کولو او یوله بل سره په همدردي کي د یوه انساني بدن دی کله چي  د بدن یو اندام د خوږ شکایت وکړي ټول بدن ورسره بېخوبه او ناکراره شي او تبه یې ونیسي .  نېکمرغه او ویښه ټولنه هغه ده چي په داسي ورځ کي یې د اخلاقو درجه نهایې نقطې ته لوړه شي او انساني شعور او احساس یې ستر ابعاد خپل کړي هغه که له یوې خوا د همد غي نېکمرغي ورځي په مناسبت د قلبي خوشالي احساس کوي خو له بلي خوا یې په نړۍ کي د وېر ځپلو ټولنو او افرادو په وړاندي په کوګل کي دننه د ترحم او عاطفې سمندر څپې وهي . ددې مطلب دانه ده چي هغه د خوشالي په دې نړۍ واله اسلامي ورځ وژاړي او یا اوښکي تویې کړي او دماتم زړې جامې په غاړه کړي او یا په په یوه ګوښه ځای کي کېني او معتکف شي او یا لکه روژه دار له خوراک او څښاک څخه لاس واخلي بلکه هغه د یوه ویښ مسلمان په صفت ددې خوشالي په ورځ په ښکاره او پټه کي د اعتدال لاره خپله کړي داسي نه وي چي په خوشالیو اومېلو کي داسي مصروف شي چي د ماتم هغه صحنې یې له یاده ووزي کوم چي د اسلامي امت بچیان یې تر پاڼونو لاندي زګروېږي  . عن حذيفة قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  من لم يهتم بأمر المسلمين فليس منهم (المعجم الأوسط) له حذیفه رضي الله تعالی عنه څخه � �وایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چاچي د مسلمانانو د چارو غم خپل نکړ هغه له مسلمانانو څخه نه دی . زمونږ مقصد دادی چي په خپله خوشالي او لګښت کي د میانه روي لاره خپله کړو تر څو زم ونږ د وېر ځپلو وروڼو لپاره هم څه ذخېره اندوزي وکړو همدا راز د اخترونو په ورځو کي د یوې ټېنګي اسلامي ورورولي � �عور را سره پیدا شي په همدې شکل به زمونږ په خبرو اترو او محفلونو کي د هغوی د محنتونو او زيار ايست� �و هغه یادونه  تازه شي  چي هغه همتونه راپاروي ، لاسونه د الله تعالی په لارکي لګښت ته چمتو کوي ، ژبي دعاګانوته تهیه کوي دا هغه رېښتونی غم دی چي هر مسلمان یې باید په خپل زړه کي وساتي . اې د اختر په مناسبت تیاري نیوونکیه مسلمانه  ؛ ته که پلار یې او که مور یې او که ځوان یې او که پېغله په دې کي څه شک نشته  چي تا به د اختر لپاره تیاري نیولي وي او یا به تیاري نیسې په دې کي هم څه شک نشته چي د اختر لپاره به د ښکلي جامې ګنډلي وي ، ښایستې موچڼي به د اخېستي وي ، مدراسي پټو او ورېښمېنه لونګۍ به د برابره کړي وي ، د اختر دورځي د خوراک بندوبست به د هم کړی وي خو ددې تیاري ترڅنګ یوه بله تیاري هم ونېسه چي د شکر ګذاري مقام د لوړ شي او عمل نامه د له نور څخه ډکه شي هغه تیا� �ي چي د الله تعالی په نزد ډېر ستر اجر او قدر لري او د اسلامي ورورولي او مېړاني ستر مقام د په برخه شي هغه ددې تیاري ده چي ستا په خواوشا کي د تنګ لاسو لاس په دې ورځ پراخ کړه ستا د وږیو او لوڅوګاونډیانو حالت ته پام وکړه کېدای شي سرسایه د اداکړي وي خو ستا په واک کي مال د الله تعالی امانت دی پرېږده چي په دې مبارکه ورځ  هغوی ستا په لاس ماړه شي  او ستا په خرچه نوي جامې واغوندي . ورشه پوښتنه یې وکړه چي څه ضرورتونه لري اړتیاوي یې ځان ته معلومي کړه  زړونو ته یې خوشالي ور دننه کړه که مال او دولت نلري ښه خوږه خبره او وېړه ټنډه خو لري هغه مه ورڅخه سپموه . عن عدي بن حَاتِمٍ عَنِ النبي  صلى الله عليه وسلم  قال مَنِ اسْتَطَاعَ مِنْكُمْ أَنْ يتقي النَّارَ فليتصدق وَلَوْ بِشِقِّ تَمْرَةٍ فَمَنْ لم يَجِدْ فَبِكَ� �ِمَةٍ طَيِّبَةٍ  (مسند أحمد بن حنبل) له عدي رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم وفرمایل : که د یو چا په وس کي وي چي ددوژخ له اور څخه ځان وساتي نو خیرات او صدقه د ورکوي که څه هم نېمه خورما وي که یې هغه هم په وس کي نه وه نو په ښه او خوږه خبره د ځان ددوژخ له اور څخه وساتي . همدا راز د اختر په سهار چي کله ته له خپل مور اوپلار سره مخامخ کېږي او خپله مېرمن په مینه وینې او له خپلو اولادونو سره یو ځای یې وروڼه او دوستان او خپلوان د په خواوشا کي راټولېږي او په خوندورو خوراکونو او مشروباتو سره ناست یاست هغه یتیمان در په یاد کړه چي په همدغه لویه ورځ د پلار له میني څخه محروم وي هغه کونډي مېرمني در په یاد کړه چي د خپلو نارينه ووخندا یې په نصیب کي نه وي ، هغه پلرونه اومېندي در په زړه کړه چي خپل ځواني مرګي اولادونه يي له انګړ څخه بېل شوي وي او خپل هغه مسلمان وروڼه مه هېروه چي ظلم او تېري در په دره کړي وي څوک چي د اخترد  ورځي په سرو سترګو او بهېدونکیو اوښکو هرکلی کوي او هره شېبه د اور په داغونو داغل کېږي او د خوشالیو او کراري ورځي خوند یې نه وي څکلی. ته چي کله د هغوی په غم غمجن کېږي او یا دهغوی پرهارونو ته پټۍ برابروې داسي اح ساس كوه چي دا ستا خپل غم دی او خپل پرهار ته پټۍ لګوې ځکه چي الله تعالی فرمایې :      (والمؤمنون والمؤمنات بعضهم أولياء بعض) مومنان نارینه او مومناني ښځي په خپل مېنځ كي یو د بل دوستان دي . همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم ف� �مایې : عن أبي هُرَيْرَةَ قال قال رسول اللَّهِ  صلى الله ع� �يه وسلم  من نَفَّسَ عن مُؤْمِنٍ كُرْبَةً من كُرَبِ الدُّنْيَا نَفَّسَ الله عنه كُ� �ْبَةً من كُرَبِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ وَمَنْ يَسَّرَ على مُعْسِرٍ يَسَّرَ الله عليه في الدُّنْيَا وَالْآخِ� �َةِ وَمَنْ سَتَرَ مُسْلِمًا سَتَرَهُ الله في الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَاللَّهُ في عَوْنِ الْعَبْدِ ما كان الْعَبْدُ في عَوْنِ أَخِيهِ (صحيح مسلم) ابوهریره رضي الله تعالی عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل : چاچي له یو مسلمان څخه ددنیا له کړاوونو څخه یو تکلیف پورته کړ الله تعالی به له هغه څخه د قیامت د ورځي تکلیفونه لېري کړي او چاچي په یوه تنګ لاسي باندي آسانتيا راوستله  الله تعالی به په دنیا او آخرت کي په هغه آسانتیا راولي او چاچي یو مسلمان پټ کر الله تعالی به هغه په دنیا او آخرت کي پټ کړي او الله تعالى تر هغه وخته د خپل بنده مرسته کوي تر څو چي هغه د خپل مسلمان ورور په مرسته کي لګیا وي . ",د اختر ابعاد او مفاهيم 5141,قدوسي سليمانخېل," سوال او يا بسپنه او يا چنده كول كه هر نوم ورته انتخاب شي  مفهوم ئي يو دی او هغه دا چي له بل چا څخه بي له معاوضي مفت د پيسواو يا مال غوښتل دی دا رنځ هم زمونږ په ټو لنو كي ډير زيات لیدل کېږي او اسلام دا عمل نه خوښـوي او په نبوي احادیثو کي ددې کار سخته غندنه راغلي ده هغه څـوك چي بسپنه كوي هغه ته په عربي ژبه کي سائل او يا متسوّل ويل كېږي دایو آسانه کار ده چي بې له کوم محنت څخه د بل مال خپل جیب ته اچول دی . هغه څوک چي بسپنه کوي هغوی غالبا د پېشې له مخي دا کار کوي نه د مجبوریت په اساس مونږ او تاسي زیات کسان لیدلي دي چي سراوکال یې دنده داوي چي د څلورلارو په سرناست وي او لاس یې نیولی وي او د الله تعالی په نامه خیر وخیرات غواړي او یاپه یې په مسجدونو کي څادر غوړولی وي او یوه بهانه یې جوړه کړي وي  او لمونځ کوونکي تنګوي ددې خلګو چي تر کومه حده څېړنه او معلوم ات شوي دي زیات تره په کي اغنیاء او بډایان دي داسي خلګ هم لیدل شوي دي چي خپل ټرانسپورټ  یې چلېږي د کرایې مکانونه او جایدادلري خو څرنګه چي دا یې عادت جوړ شوی دی بسپنه هم کوي . په مساجدو کي څادر غوړول او بسپنه کول د مسجد د آدابو خلاف ورزي ده او فقهاوو په څلورو م� �هبونو کي دا عمل مکروه بللی دی او لمونځ کوونکي مکلف دي چي هغه چاته چي په مسجد کي یې څادر غوړولی وي او چنده غواړي څه ورنکړي ، د مسجدونو د جوړښت مقصد دادی چي هلته یوازي د الله تعالی عبادت وشي  مساجد دکسب او د� �زق د لاس ته راوړلو ځای نه دی حتی که د یوچا څه ورک شوي هم وي خوپه مسجد کي د اعلان نه کوي او په احادیثو کي له دې څخه منع راغلي ده . عن أَبَي هُرَيْرَةَ يقول قال رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  من سمع رَجُلا يَنْشُدُ ضَالَّةً في الْمَسْجِدِ فَلْيَقُلْ � �ا رَدَّهَا الله عَلَيْكَ فإن الْمَسَاجِدَ لم تُبْنَ لِهَذَا(مسلم) له ابو هریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چاچي له یوه سړي څخه واورېدل چي په مسجد کي خپله و� �که لټوي نو ورته وایې د چي الله تعالی د یې نه در پیدا کوي ځکه چي مسجد ددې لپاره نه دی جوړ شوی . دا خو دهغه چا په هکله حکم دی چي په مسجد کي دخپل ملکیت تلاش کوي او سوالګر چي د بل د ملکیت تلاش په مسجد کي کوي د هغه لپاره خو بالکل جواز نلري او چي دا شبهه هم وي چي کېدای شي دا بسپن غاړی د احتیاج له مخي نه بلکه د عادت له مخي دخپلي شتمنۍ د ډېرولو لپاره داکار کوي بیا خو هیڅ باید ور نه کړل شي ددې په خاطر چي هغه پوه شي چي دا ښه کارنه کوي . بسپن غاړی د اسلامي ټولني په مخ یو تور داغ دی چي دهغې حیثیت او کرامت ته ن� �صان رسوي زیات تره داسي بسپن غاړي هم مونږ لیدلي دي چي په صحت ښه برابر او ځوان وي خو لاس به یې درته نیولی وي او څه به غواړي او یا به یې اوږد تقریر پوخ کړی وي او د هغه د وړاندي کولو لپاره به یې په شپو ورځو تمرینونه کړي وي او تر یوه اوبل عنوان لاندي به په مسجد کي ولاړ وي او مسلمانان به غولوي او جیبونه به یې وهي ځینو خو بشپړي دوسیې په څنګ کي ورسره اخیستي وي او رسیدونه یې چاپ کړي وي ترڅو خلګ ورباندي باور وکړي چي هغه په خپله بسپنه کي صادق دی خو په حقیقت کي به داسي نه وي. داسي کسان مو هم لیدلي دي چي خپل یو اندام یې سوځولی وي او یا یې روغ اندام پلستر کړی وي تر څو خلګ ورته ښه بسپنه ورکړي او د هغوی خواخوږي ځان ته جلب کړي او یا به یې له ځان څخه لېونی او ګونګ جوړ کړی وي او زړې خیرني جامې به یې په غاړه وي او یا به یې د یوه مزار ملنګ له ځان څخه جوړ کړی وي مرۍ او تسپې به یې په غاړه کړي وي او کچکول به ګرزوي په لارو کوڅو او د مسجدونو مخ ته به په تېره بیا د جم عي په ورځ ولاړ وي او بسپنه کوي دا ټول ګڼ کپان دي او د ساده لوحو مسلمانانو د جېبونو غله دي له دې ډول خلګو سره همدردي نه ده په کار او نه باید څه ورکړل شي ځکه چي هغوی غالباً بېدینه چرسیان او پوډریان وي  . بسپن غاړي طبقه له اخلاقي معیارونو لوېدلي بې حیاء طبقه ده چي په هیڅ نه شرمېږي د مخ پوستکی یې نه وي په باطل او ناروا طریقه د خلګو جیبونه او شتمني لوټوي تر هغه ځایه چي له دې خلګو څخه تحقی� �ات او پلټني شوي دي اومونږ یې راپورونه د ورځپاڼو په مخونو کي لوستی دی زیات تره یې د پیسو په ډېرولو کي لګیا وي او د ضرورت په اساس بسپني نه کوي.  په هرصورت مخکي له دې چي دبسپني کولو او سوالګري په شرعیت وږغېږو هغو وروڼو ته چي له بسپن کوونکیو سره مخ کېږي زمونږ دا توصیه ده چي که بسپن غاړی په مسجد کي بسپنه غواړي مسأله داده چي څه به نه ور کوي ولو که هغه په خپل احتیاج کي رېښتینی هم وي او چا چي په مسجد کي بسپن غاړی ولیدلو د هغه مسؤولیت دی چي هغه پوه کړي چي مسجد د بسپني ځای نه دی له مسجد څخه باهر بسپنه وغواړه او تر هرچاله مخه دادامام دنده ده چي بسپن غاړي په مسجد کي اعلان ته پرې نږدي او د مسجد په انګړ کي دننه څادر ونه غوړوي . او که له مسجد څخه باهر چېرته بسپن غاړی راته ودرېږي نو تر بسپنه ورکولو مخکي د هغه حالت او کیفیت باید مد نظر ونېسو چي آیا هغه واقعاً محتاج او د ورکړي حقدار دی او که نه ، داسي نه چي چا لاس درته ونېولو او ته څه ورکړې کېدای شي هغه ستا مال په معصیت کي ولګوي چي په دې معصیت کي د تا تعاون ورسره وي او ته د بې اعتنایې په وجه چي تحقیق د ونه کړ په هغه ګناه کي ورسره شریک شې . او که بسپن غاړی وپېژنې او محتاج درته ښکاره شي تعاون ورسره وکړه مأیوس یې مه پرېږده خو ضمنا د یو داسي کار مشوره ورکړه چي هغه له بسپني څخه ور باندي خلاص شي او هغه کار یې د آمدني ذریعه شي په عین وخت کي یې دبسپني په عیبونو خبر کړه او د حلال رزق تلاش ته یې ترغیب کړه په دې صورت کي به تا خپل مسؤولیت سرته رسولی وي ، او که د کار کولو توان پکي نه وي د جسماني معذوریت په وجه او یا د عمر په لحاظ  او عیالداره او مح تاج وي او یا پوروړی وي او یا سوالګر ښځینه وي او ویې پېژنې چي کوم متکفل نلري نو بیا یې مرسته په هغه اندازه حتی الامکان  ضروري ده چي یې ضرورت پوره شي او هغه ته په څه ورکولو کي ډېر ستر اجر دی . او که د څه ورکول په وس کي نه وي نو سپکي ورکي مه ورته وایه او په ښه اوخوږه خبره یې ځواب کړه چي دا هم تر ورکړي کمه نه ده. ډېر داسي محتاجین او مساکین به مو هم لیدلي وي او پېژنۍ به یې چي نېستي او مسکنت به په سر اخېستي وي خو له الله تعالی څخه پرته به له بل چا څخه څه نه غواړي پاک لمني به وي ته به داسي فکر کوې چي ډېر څه به لري خو په حقیقت کي به هیڅ نلري الله تعالی د اصحاب الصفة په هکله چي هغوی هم دا خص� �تونه درلودل او مساکین ووفرمایې: لِلْفُقَرَآءِ الَّذِينَ أُحصِرُواْ فِى سَبِيلِ ال� �َّهِ لاَ يَسْتَطِيعُونَ ضَرْبًا فِى الاٌّ رْضِ يَحْسَبُهُمُ الْجَاهِلُ أَغْنِيَآءَ مِنَ التَّعَفُّفِ تَعْ� �ِفُهُم بِسِيمَاهُمْ لاَ يَسْألُونَ النَّاسَ إِلْحَافًا وَمَا تُنفِقُواْ مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِ عَ� �ِيمٌ (البقرة ۲۷۳) (تفسیر) خیراتونه او صدقات د هغو محتاجینو لپاره دي چي ځانونه یې د ال� �ه تعالی په لار کي د جهاد او د قرآنکریم د زدکړي د حاصلولولپاره بندکړي دي په زمکه کي د تجارت او درزق د تلاش لپاره په جهاد د مشغولتیا له وجهي سفرونه نه شي کولای هغه څوک چي د هغوی په حال خبر نه وي دا سي ګمان کوي چي هغوی بډایان دي داځکه چي دوی له بسپني کولو څخه پاک لمني دي ، ته به هغوی په ټنډه سره پېژنې چي ستوماني ورباندي ښکارېږي او متواضع دي نه خو له چا څه غواړي او نه په غوښتلو کي په چا پسي شله کېږي، او هغه خیر چي تاسویې د الله تعالی په لار کي مصرف کوۍ الله تعالی ښه ورباندي خبر دی . (تفسیر الجلالین) او س هغه احادیث ذکر کوو او تر جمه کوو یې چي د بسپني او سوالګري او چندې غوښتلو په هکله رانقل شوي دي : عن بن عُمَرَ رضي الله عنه قال قال النبي  صلى الله عليه وسلم  ما يَزَالُ الرَّجُلُ يَسْأَلُ الناس حتى يَأْتِيَ يوم الْقِيَامَةِ ليس في وَجْهِهِ م ُزْعَةُ لَحْمٍ (صحيح البخاري) له عبد الله ابن عمر رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : یوڅوک چي تل له خلګو څخه څه غواړي د قیامت په ورځ به راشي او په مخ به یې یوه ټوټه غوښه نه وي . عن أبي هُرَيْرَةَ قال قال رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  من سَأَلَ الناس أَمْوَالَهُمْ تَكَثُّرًا فَ� �ِنَّمَا يَسْأَلُ جَمْرًا فَلْيَسْتَقِلَّ أو لِيَسْتَكْثِرْ (صحيح مسلم) له ابو ه� �یرة رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : یو څوک چي له خلګو څخه د هغوی مالونه ددې لپاره غواړي چي خپله شتمني ورباندي ډېره کړي نو هغه ددوزخ د اور سکروټي غواړي نو خوښه یې خپله ده که دا سکروټي ډېروي او که یې کموي . عن أبي هُرَيْرَةَ قال سمعت رَسُولَ اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  يقول لَأَنْ يَغْدُوَ أحدكم فَيَحْطِبَ على ظَهْرِهِ فَيَتَصَدَّقَ بِهِ وَيَسْتَغْنِيَ بِهِ من الناس خَيْرٌ له من أَنْ يَسْأَلَ رَجُلًا أَعْطَاهُ � �و مَنَعَهُ ذلك فإن الْيَدَ الْعُلْيَا أَفْضَلُ من الْيَدِ السُّفْلَى (صحيح مسلم) له ابو هریرة رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی وایې چي ماله  رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چي هغه فرمایې :که له تاسوڅخه کوم شخص ولاړ شي او لرګي په شا راوړي او خرڅوي یې او له هغه څخه صدقه هم ورکوي او له خلګو څخه ورباندي مستغني شي د هغه لپاره تر دې غوره ده چي له یوچا څخه څه وغواړي که یې هغه ورکړي او که یې ورنکړي دا ځکه چي پورته لاس تر ښکته لاس زیات بهتره دی . عن أبي هُرَيْ� �َةَ قال قال رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  والذي نفسي بيده لأَنْ يَأْخُذَ أحدكم حَبْلَهُ فَيَذْهَبَ إلى الْجَبَلِ فَيَحْتَطِبَ ثُمَّ يأتي بِهِ يَحْمِلُهُ على ظَهْرِهِ فَيَبِيعَهُ فَيَأْكُلَ خَيْرٌ له من أَنْ يَسْأَلَ الناس وَلأَنْ يَأْخُذَ تُرَاباً فَيَجْعَلُهُ في فيه خَيْرٌ له من أَنْ يَجْعَلَ في فيه ما حَرَّمَ الله عليه (مسند أحمد بن حنبل) له ابو هریرة رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : زما د قسم په  هغه ذات وي چي زما ساه د هغه په واک کي ده داچي په تاسي کي کوم شخص خپله رسۍ واخلي او غره ته ولاړ شي او لرګي مات کړي او راروان وي اوهغه لرګي یې را په شاکړي وي او خرڅ یې کړي او له هغه څخه خپل خواړه برابرکړي دده لپاره تر دې غوره ده چي له خلګو څخه بسپنه غواړي ، اوداچي هغه خاوري واخلي او په خپله خوله کي یې اچوي د هغه � �پاره تر دې ډېره ښه ده چي په خپله خوله کي حرام اچوي . عن الزُّبَيْرِ بن ا� �ْعَوَّامِ رضي الله عنه عن النبي  صلى الله عليه وسلم  قال لَأَنْ يَأْخُذَ أحدكم حَبْلَهُ فَيَأْتِيَ بِحُزْمَةِ الْحَطَبِ على ظَهْرِهِ فَيَبِيعَهَا فَيَكُفَّ الله بها وَجْهَهُ خَيْرٌ له من أَنْ يَسْأَلَ الناس أَعْطَوْهُ أو مَنَعُوهُ (صحيح البخاري) له زبیر بن العوام رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : داچي یوڅوک خپل پړی ور واخلي او د لرګیو ګېډۍ وتړي او په شایې راوړي او خرڅوي یې او خپله آبرو ورباندي ساتي تر دې ډېرښه دی چي له خلګوڅخه بسپنه غواړي که یې هغوی ورکړي او که یې ورڅخه منع کړي . عن حَكِيمِ بن ح ِزَامٍ رضي الله عنه عن النبي  صلى الله عليه وسلم  قال ا� �ْيَدُ الْعُلْيَا خَيْرٌ من الْيَدِ السُّفْلَى وَابْدَأْ بِمَنْ تَعُولُ وَخَيْرُ الصَّدَقَةِ عن ظَهْرِ غِنًى وَمَنْ يَسْتَعْفِفْ يُعِفَّهُ الله وَمَنْ يَسْتَغْنِ يُغْنِهِ الله (صحيح البخاري) له حکبم بن حزام رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : پورته لاس تر ښکته لاس غوره دی او د صدقې په ورکولو کي له هغه چا څخه پیل کوه چي ستا په عیال کي شامل وي او ښه خیرات هغه دی چي د اوبادي (بډایتوب) له مخي وي او چاچي ځان پاک وساتلو الله تعالی به یې پاک وساتي او چاچي ځان له خلګو څخه بې پ� �وا کړ او تمه یې نه کوله الله تعالی به یې غني کړي . عن أبي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ � �ضي الله عنه إِنَّ نَاسًا من الْأَنْصَارِ سَأَلُوا رَسُولَ اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  فَأَعْطَاهُمْ ثُمَّ سَأَلُوهُ فَأَعْطَاهُمْ حتى نَفِدَ ما عِنْدَهُ فقال ما يَكُونُ عِنْدِي من خَيْرٍ فَلَنْ أَدَّخِرَهُ عَنْكُمْ وَمَنْ يَسْتَعْفِفْ يُعِفَّهُ الله وَمَنْ يَسْتَغْنِ يُغْنِهِ الله وَمَنْ يَتَصَبَّرْ يُصَبِّرْهُ الله وما أُعْطِيَ أَحَدٌ عَطَاءً خَيْرًا وَأَوْسَعَ من ا� �صَّبْرِ (صحيح البخاري) له ابوسعید الخدري رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي یو څو انصارو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څه وغوښتل هغه ورکړ او څه چي یې درلودلو هغه ختم شو بیا یې وفرمایل : زم ا په وس کي چي څه خیر وي هغه نه درڅخه سپموم او چاچي ځان پاک وساتلو الله تعالی به یې پاک وساتي او چاچي ځان له خلګو څخه بې پروا کړ او تمه یې نه کوله الله تعالی به یې غني کړي او چاچي صبر وکړلو الله تعالی به د صبر توفیق و� �کړي او تر صبر ښه او پراخه ورکړه چا ته نه ده ورکړي شوي  . عن حَكِيمَ بن حِزَامٍ رضي الله عنه قال سَأَلْتُ رَسُولَ اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  فَأَعْطَانِي ثُمَّ سَأَلْتُهُ فَأَعْطَانِي ثُمَّ سَأَلْتُهُ فَأَعْطَانِي ثُم َّ قال يا حَكِيمُ إِنَّ هذا الْمَالَ خَضِرَةٌ حُلْوَةٌ فَمَنْ أَخَذَهُ بِسَخَاوَةِ نَفْسٍ بُورِكَ له فيه وَم َنْ أَخَذَهُ بِإِشْرَافِ نَفْسٍ لم يُبَارَكْ له فيه (صحيح البخاري) له حکبم بن حزام رضي ا� �له تعالی عنه څخه روایت دی هغه وایې چي ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه څه وغوښتلواو هغه راکړلواوبیا یې وفرمایل : اې حکیم ؛ دا مال یوه شنه خوږه ده چا چي په مېړانه او سخا سره ور ونیولو برکت په کي ورته لوېږي او چاچي په حرص او طمعي سره ور واخیست برکت نه پکي ورته لوېږي . كَتَبَ مُعَاوِيَةُ � �لى الْمُغِيرَةِ بن شُعْبَةَ أَنْ اكْتُبْ إلي بِشَيْءٍ سَمِعْتَهُ من النبي  صلى الله عليه وسلم  فَكَتَبَ إليه سمعت النبي  صلى الله عليه وسلم   يقول إِنَّ اللَّهَ كَرِهَ لَكُمْ ثَلَاثًا قِيلَ وقال وَإِضَاعَةَ الْمَالِ وَكَثْرَةَ السُّؤَالِ (صحيح البخاري) معاویة رضي الله تعالی عنه مغیرة بن شعبة ته � �یک ولیکلو چي که د له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه څه آورېدلي وي راته ویې لیکه هغه په ځواب کي ورته ولیکل : چي ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدلو چي هغه وفرمایل : الله تعالی ستاسو لپاره درې شیان نه خوښوي (۱) داسي وویل شول او فلاني داسي وویل (۲) او د مال بې ځایه لګول او ضایع کول (۳) او ډېر غوښتل  او سوالګري . عن مُعَاوِيَةَ قال قال رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  لَا تُلْحِفُوا في الْمَسْأَلَةِ فَوَاللَّهِ لَا يَسْأَلُنِي أَحَدٌ مِنْكُمْ شيئا فَتُخْرِجَ له مَسْأَلَتُهُ مِنِّي شيئا وأنا له كَارِهٌ فَيُبَارَكَ له فِيمَا أَعْطَيْتُهُ (صحيح مسلم) له معاویة رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : په غوښتلو کي ډېر ټېنګار مه کوۍ او په چاپسي مه شله کېږۍ  د ما د قسم په الله تعالی وي چي که په تاسي کي یو څوک له ما څخه یوڅه غواړي او په غوښتلوسره هغه  شی له ما څخه وباسي او زما خوښه نه وي نو هغه څه چي ما ورکړي وي په هغه کي به برکت نه ورته لوېږي . عَوْفُ بن مَالِكٍ الْأَشْجَعِيُّ قال كنا عِنْدَ رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  تِسْعَةً أو ثَمَانِيَةً أو سَبْعَةً فقال ألا تُبَايِعُونَ رَسُولَ اللَّهِ وَكُنَّا حَدِيثَ عَهْدٍ بِبَيْعَةٍ فَقُلْنَا قد بَايَعْنَاكَ يا رَسُولَ ال� �َّهِ ثُمَّ قال ألا تُبَايِعُونَ رَسُولَ اللَّهِ فَقُلْنَا قد بَايَعْنَاكَ يا رَسُولَ اللَّهِ ثُمَّ قال ألا تُبَايِعُونَ رَسُولَ اللَّهِ قال فَبَسَطْنَا أَيْدِيَنَا وَقُلْنَا قد بَايَعْنَاكَ يا رَسُولَ اللَّهِ فَعَلَامَ نُبَايِعُكَ قال على أَنْ تَعْبُدُوا اللَّهَ ولا تُشْرِكُوا بِهِ شيئا وَالصَّلَوَاتِ الْخَمْسِ وَتُطِيعُوا وَأَسَرَّ كَلِمَةً خَفِيَّةً ولا تَسْأَلُوا الناس شيئا فَلَقَدْ رأيت بَعْضَ أُولَئِكَ النَّفَ� �ِ يَسْقُطُ سَوْطُ أَحَدِهِمْ فما يَسْأَلُ أَحَدًا يُنَاوِلُهُ إِيَّاهُ (صحيح مسلم) عوف بن مالک الأشجعي رضي الله تعالی عنه روایت کوي چي مونږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره اوه ، اته  او یا نه کسان ناست وو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : آیا تاسي له رسول الله سره بیعت نه کوۍ؟ او مونږ له هغه سره تازه بیعت کړی وو مونږ ورته وویل چي مونږ خو له تاسره بیعت کړی دی یا رسول الله ، هغه بیاراته وفرمایل : : آیا تاسي له رسول الله سره بیعت نه کوۍ؟ مونږ په ځواب کي ورته وویل چي مونږ خو له تاسره بیعت کړی دی یا رسول الله، هغه بیا وفرمایل : آیا تاسي له رسول الله سره بیعت نه کوۍ؟ مونږ خپل لاسونه ور وغزول او ورته ومو ویل چي مونږ خو له تاسره بیعت کړی دی یا رسول الله په څه شي بیعت درسره وکړو؟  هغه وفرمایل په دې چي د الله تعالی عبادت او بندګي به کوۍ او له هغه سره به شریک نه نیسۍ او پنځه وخته لمونځونه به کوۍ او اطاعت به کوۍ او یوه خبره یې پټه راته وکړه چي له خلګو څخه به څه نه غواړۍ رېښتیا هم چي په هم دغه ناستو کسانو کي ماداسي کسان لیدلي دي که د آس تازینه ورڅخه ولوېږي هم خو له چا څخه نه غواړي چي هغه ورته په لاس کي ورکړي . عن سَمُرَةَ بن جُنْدَبٍ قال قال رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  إن الْمَسْأَلَةَ كَدٌّ يَكُدُّ بها الرَّجُلُ وَجْهَهُ إلا أَنْ يَسْأَلَ الرَّجُلُ سُلْطَانًا أو في أَمْرٍ لَا بُدَّ منه (سنن الترمذي) له سمرة بن جندب رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : سوال کول یوه ستوماني ده چي سوالګر ورباندي خپل مخ ستړی کوي مګر که یې له پاچا څخه وکړي او یا دداسي یوه کار لپاره یې وکړي چي چاره یې  ورڅخه نه وي. عن ثَوْبَانَ قال قال رسول ا� �لَّهِ  صلى الله عليه وسلم  ومن يَتَقَبَّلُ لي بِوَاحِدَةٍ أتقبل له بِالْجَنَّةِ قلت أنا قال لَا تَسْأَلْ الناس شيئا قال فَكَانَ ثَوْبَانُ يَقَعُ سَوْطُهُ وهو � �َاكِبٌ فلا يقول لِأَحَدٍ ناوليه حتى يَنْزِلَ فَيَأْخُذَهُ (سنن ابن ماجه) له ثوبان � �ضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : که یو څوک زما یوه خبره ومني زه به د هغه لپاره جنت په ځان ومنم ما ورته وویل چي زه یارسول الله هغه وفرمایل چي له خلګو څخه څه مه غواړه راوي وایې چي ثوبان بیا داسي وو چي سپور به وو او تازینه به ورڅخه ولوېدله راښکته کېدلو به او تازینه به یې وراخیستله خو چاته یې دا نه ویل چي هغه ماته راکړه . عن بن مَسْعُودٍ قال قال رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  من أَصَابَتْهُ فَاقَةٌ فَأَنْزَلَهَا بِالنَّاسِ لم تُسَدَّ فَاقَتُهُ وَمَنْ أَنْزَلَهَا بِاللَّهِ أَوْشَكَ الله له بِالْغِنَى إِمَّا بِمَوْتٍ عَاجِلٍ أو غِنًى عَاجِلٍ (سنن أبي داود) له ابن مسعود رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چاته چي لوږه ورسېږي او خلګوته یې وړاندي کړي لوږه به یې ختمه نه شي او که یې الله تعالی ته وړاندي کړي نو ژر به یې الله تعالی غني کړي یاخو په بېړني مرګ سره او یا په بېړنۍ اوبادي سره . عن أبي كَبْشَةَ الْأَنَّمَارِيُّ أَنَّهُ سمع رَسُولَ اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  يقول ثَلَاثَةٌ أُقْسِمُ عَلَيْهِنَّ وَأُحَدِّثُكُمْ ح َدِيثًا فَاحْفَظُوهُ قال ما نَقَصَ مَالُ عَبْدٍ من صَدَقَةٍ ولا ظُلِمَ عَبْدٌ مَظْلَمَةً فَصَبَرَ عليها إلا زَادَهُ الله عِزًّا ولا فَتَحَ عَبْدٌ بَابَ مَسْأَلَةٍ إلا فَتَحَ الله عليه بَابَ فَقْرٍ (سنن الترمذي)  له أبي کبشة رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی هغه وایې چي ما له � �سول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چي هغه وفرمایل : درې شیان دي چي زه ورباندي قسم کوم او یوه خبره د� �ته کوم یاد یې ساتۍ ویې فرمایل : کله هم د بنده مال د خیرات د ورکولو په وجه نه دی لږ شوی اوپه کوم بنده چي ظلم کېږي او صبر ورباندي وکړي الله تعالی به یې عزت زیات کړي او څوک چي د سوال کولو (بسپني) دروازه خلاصه کړي الله تعالی به د لوږي دروازه ورته خلاصه کړي . وأخرج أحمد والبزار والطبراني عن عمران بن حصين � �ال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  مسألة الغني شين في وجهه يوم القيامة ومسألة الغني نار إن أعطى قليلا فقليل وإن أعطى كثيرا فكثير (الدر المنثور) له عمران بن حصین رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : د غني سړي سوال کول به د قیامت په ورځ د هغه سوالګر په مخ بد نما عیب وي او د غني سړي سوال کول اور دی که لږ ورکړل شي � �ږ اور دی او که ډېر ورکړل شي ډېر اور دی . وأخرج أحمد وأبو داود وابن خزيمة وابن حبان عن سهل بن الحنظلية قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  من سأل شيئا وعنده ما يغنيه فإنما يستكثر من جمر جهنم قالوا يا رسول الله وما يغنيه قال ما يغديه أو يعشيه (الدر الم نثور) له سهل رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : څوک چي یوڅه غواړي او دومره ور سره وي چي ګوزاره یې و� �باندي کېږي نو ځان ته د جهنم سکروټي ډېروي اصحابو پوښتنه وکړه چي ګوزاره په څومره شي باندي کېږي؟  رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چي سهار یې وخوري او ماښام یې وخوري . وأخرج أحمد عن أبي ذر قال دعاني رسول الله  صلى الله عليه وسلم  فقال هل لك إلى البيعة ولك الجنة قلت نعم فشرط علي أن لا أسأل الناس شيئا قلت نعم � �ال ولا سوطك إن سقط منك حتى تنزل فتأخذه (الدر المنثور) له ابوذر رضي الله تعالی عنه څخه � �وایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ور وبللم او راته ویې فرمایل : چي ته بیعت کوې او ستا لپاره به جنت وي ؟  ما ورته وویل هو؛ او دا شرط یې را باندي ولګولو چي له خلګو څخه به څه نه غواړم ماو� �ته وویل هو؛ بیایې وفرمایل : چي که تازینه در څخه ولوېږي هم چا ته به نه به وایې خو پخپله به ور ښکته کېږي او در � �خلې به یې . اوس قضاوت لوستونکیو ته پرېږ دو چي هغوی دا کار ښه بولي او که بد نور هم زیات احادیث د بسپني کولو او سوالګري په هکله راغلي دي خو مونږ په همدې اکتفاء وکړه ، د مسلمان لپاره یو حدیث هم کفایت کوي چي ورته وړاندي شي غاړه ورته ږدي د سلف صالحینو اقوال هم په دې هکله زیات راغلي دي خو ددې لپاره چي بحث زیات اوږد نه شي الله تعالی ته لاس په دعا یو چي مونږ ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتونو د عمل کولو او د هغه د اصحابو په تګلاره د تللو تو فیق را په برخه کړي (آمېن)   ",سوال او يا بسپنه کول د اسلام له نظره 5142,قدوسي سليمانخيل," اختر ه بختور ه پرګنې درته خوشاله ......................................  تا ما� �ه څه راوړي دي چي راغلې پس له کاله که پېغلو په نکرېزو دي سره کړي خپل � �اسونه ..................  جلاد د وخت په وینو دي سره کړي مړوندونه بوخڅه د راته سپړه ملت ټول ډېر ورته لېواله ....................... تا ماله څه راوړي دي چي راغلې پس له کاله راځه چي درته لوڅ کړم غلبیل شوي ټټرونه .............................  همدغو ځوانیمرګو د تا ډېر کړل آرمانونه تنها یواځی پاته یم نه کور � �رم نه ځاله  ..................................  تا ماله څه راوړي دي چي � �اغلې پس له کاله زلمیان که جوړوي نوي جامې پېغلي سینګار................خو مونږ ته په قسمت کي دي لیکلی سور انګا� � هر چاته نېکمرغي وړې زه داېستی یم له خیاله ..................  تا ماله څه راوړي دي چي راغلې پس � �ه کاله یا مه راځه چي دلته دي هر کور کي ماتمونه  .................... په کلي او کوڅو کي مود ي بل د جنګ اورونه یا راشه رانه لېري کړه دا توره ورځ في الحاله  ...................  تا ماله څه راوړي دي چي راغلې پس له کاله په سرو وینو چکړو سرو کوڅو ته مه راځه  ............................. وحشت ده زمونږ ورانو کنډوالو ته مه راځه مونږ پرېږده چي وېر وکړو نژدې مه ځه ځما خواله  ............  تا ماله څه راوړي دي چي راغلې پس له کاله جلاد په بېرحمي  راغوڅوي زمونږه غاړي  .............................  ښامار دي خښي کړې د امت په مرۍ داړي یو زېری راته راوړه کم مي مه ګڼه له سیاله  .........................  تا ماله څه راوړي دي چي راغلې پس له کا� �ه ",د غم ځپلو اختر (شعر) 5143,,"  ددوستۍدفرهنګی ټولني دخواشينۍپیغام! يوه بله لويه ملي غميزه ! په زيا ته خواشينۍمو خبر تر لاسه کړدهيوادپېژ ندل شوی علمي شخصيت ليکوال ,� �اعردکابل پوهنتون پخوانۍ استادکانديداکاډيميسن محمد انورنوميالی په ډنمارک کښې دمهاجرت په ستونزمنو ش� �ايطو کي له دې نړۍ نه دتل لپاره سترګي پټي کړې .اناالله وانا اليه راجعون موږ پداسي حاکي چې دخداي بخښلي نوميالي صاحب دکورنۍ دټولوغړو او ټولوعلاقمندانوسره ځانونه پدې سترملي غم کښي شريک بولو دمرحوم نوم يالي صاحب مړينه دټول هيوادلپاره ستره علمي اونه جبران کوونکې ضايع بولو . مرحوم نوميالۍ صاحب سربېره پ� �پښتو اودری ژبو په عربي اوروسي هم پوره پوهده ,يو شمير علمي اوادبي اثار يې له دغو ژبو نه پښتو ته ژباړلي دي٠ مرحوم نوميالي په ښوونځيو اوکابل پوهنتون کښي ډېرافغان زلمی روزلي دی, مشکله به وي چې ددې ستر علمي شخصيت تشه دي تر ډېره وخته ډکه شي .  دوستۍ فرهنګی ټولني مشرتابه جرګه دافغانستان دلوړو اومسلکي چارو له وزارت نه غوښتنه کو ې چې دمرحوم نوميالي صاحب ناچاپه اثار دکابل پوهنتون ددې وتلې استاد دعلمي خدمتونو دد رنښت په خاطر چاپ کړي.تر څو ده هغه دعلمی فضيلت نه زموږ دهيواد راتلونکۍ نسل محروم پاته نشي ,او همدا ډول له اړونده جګپوړو دولتي چارواکو نه غوښتنه کوو چي ددې علمي شخصيت دنوم ژوندي ساتلو اودرناوی په خاطر يوه ښونځۍ په � �ندهار او دکابل پوهنتون دادبياتو پوهنځۍ دهغه په نوم ونوموی٠ ددوستۍ دمشرتا به جرګې په استازيتوب حبيب اله غمخور ",يوه بله لويه ملي غميزه !دخواشينۍپیغام! 5144,,"  د ارواښاد کانديد اکاديم يسين محمد انور نوميالي د مړينې له کبله د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د خواشينۍ پيغام  د 2006 د اکتوبر څلورمه جرمني ، د کولن ښار  په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې نوميالي افغان علمي شخصيت ، ليکوال او څېړونکي کانديد اکاديميسين محمد انور نوميالي له خپل هېواد ځخه ډېر لېرې په ډنمارک کې له نړۍ څخه ست� �ګې پټې کړې . ارواښاد نوميالی د افغانستان د هغه نسل د څېړونکو او ليکوالو د کتار له وروستيو استازيو څخه و چې د خپل همت ، د خپلې خوارۍ ، د خپل استعداد له برکته لوړو علمي پوړيو ته رسېدلی و . دا هغه ډله څېړونکي دي چې له ست� �و اکاډميکو زده کړو پرته ترې د خپل همت او استعداد په برکت لوی اکاډميک شخصيتونه جوړ شوي دي .  موږ په داسې حال کې چې د هغه روح ته دعا کوو ، د هغه له کورنۍ ، دوستانو او د هېواد له علمي کړيو سره په دې غم کې ځانونه شريک بولو او هيله څرګندوو چې جنازه يې د وطن د يوې علمي هستۍ په توګه خپل ګران وطن ته ولېږدوله شي او هلته په درنښت سره خاورو ته وسپارله شي .  په درناوي د ټولنې د مشرتابه جرګه ",د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د خواشينۍ پيغام 5145,," د کنړ ولايت په سرکاڼو ولسوالي کې تېره ورځ ايتلافي ځواکونو د ملکي وګړو، ٦  کورونه چې په دې وروستيو کې يې د جوړولو کار پيل شوي وو، سوځلي او ٣ تنه ولسي وګړي يې له ځان سره وړي دي. ځايي اوسېدونکو او د کنړ والي ديدار شاليزي د پيښي په اړوند سخت غبرګون ښودلى دي. سوځول شوي کورونه د ولسوالۍ په دوه کيلومتري کې موقعيت لري. ",په کنړ کې د ملکي وګړوکورونه سوځول شوي دي 5146,," په بلخ کې د سويډن د بيارغاونې د ډلې مشر ډګروال جان پاول نن په مزارشريف کې د يوې خبري ناستې له لارې د افغانستان په شمال کې د وسله والو غلاوو په اړوند خپله اندېښنه وښودله او زياته يې کړه چې د دا ډول پېښو رامنځته کېدل د خلکو په ژوند منفي او ناوړه اغېزه لري او د نا امنيو لامل ګرځي. ده څرګنده کړه چې د مخنيوي په هکله به د افغان پوليسو سره خپلې مرستې ډېرې کړي، تر څو وکولاى شي په ښه ډول يې مخنيوى وکړي. په دې وروستيو کې په بلخ، سرپل، سمنګان، فارياب، جوزجان او بغلان کې وسله والې غ� �اوې زياتې شوي دي، يوازې په تېرو دوو ورځو کې ګڼ شمېر مسافرين د لارې په اوږدو کې لوټ شوي دي . ",د وسله والو غلاوو په اړوند زياتېدونکې اندېښنه 5147,," د ملى امنيت وياند سعيد انصاري نن يوې خبري ناستې ته په ډاګه کړه چې ځانمرګي بمي بريد کوونکي د پولې اخوا د پاکستان په يو شمير سيمو کې روزل کيږي . ده د پاکستان د ډکه خيل ، ميرعلي ، شمشتو اوسيدگي سيمو يادونه وکړه و چې د نوموړي په وينا بريدکونکو ته په کې روزنه ورکول کيږي .انصاري د ١٧ تنو نيول شوو کسانو يادونه وکړه چې په پاکستان کې روزل شوي او په راتلونکي کې به خبريالانو ته وښودل شي . دده په وينا په تيرو دوو کلونو کې ٩٠ ځان وژونکي بريدونه شوي ،چې له امله يې ١٦٠ تنه ملکي وګړي مړه او ٥٠٠ نور ټپيان شوي دي . ده څرګنده کړه چې په روان کال کې ٧٢ ځانمرګي بريدونه شوي ،چې له ام له يې لږ ترلږ ١٠١ تنه ولسي وګړي مړه او٣٨٣ نور ژوبل شوي دي . ٧٨ ځان وژونکي هم وژل شوي دي .ده زياتره ځان وژونکي افغانان ، پاکستانيان او چيچنيايان وبلل او دا يې هم زياته کړه چې ځانمرګي بريد کوونکي د عربانو، ازبکانو او چيچنيايانو له خوا پاکستان کې روزل کيږي .نوموړي څرګنده کړه چې د ځان وژونکو بمي بريدونو ق� �بانيان په سلو کې ٨٠ عام وګړي دي. ",دځانمرګي بريدونوقربانيان ٨٠ په سلو کې ولسي وګړي دي 5148,," اسمانه بيا لكه چي نوي افسانې جوړوې چي سر پر سر مي پرهارونه پر سېنې جوړوې   په ډېره خواشيني سره خبر شولو چي افغان ملت بيا د علمي او فرهنګي ناورين پر ټغر كښېناست. او د افغانستان پياوړى عالم، مفكر او څېړونكى كانديد اكاډمېسن محمدانور نوميالى له دې نړۍ څخه د ابديت پر لور وكوچېد. انالله و انا اليه راجعون افغان ملت چي له درو لسيزو راهيسي د مرګ پر پوله ناست دى، د پرله پسې ناورينونو له قاتلي بلا سره خپړي لګوي، له يوې ټكي څخه يې دمه نه وي جوړه چي بله يې پر سر را ايله شوې وي. تر ټولو لويه غميزه خو يې لا دا ده چي په ژوند له خپلو علمي او ف� �هنګي ارزښتونو څخه بې برخي دى. ارواښاد استاد نوميالي هم له خپل كور او وره ليري د پرديو په دربار كي د پردېسۍ پر بستر خپل پور پرې كړ، كه څه هم چي له ډېره وخته راهيسي د ده له بركتناك علمي سيوري څخه موږ بې برخي وو، خو هيله مو دا وه چي يوه ورځ به يې په مخامخ توګه د پوهي په رڼا زموږ د جهالت د دېبانو سترګي ړندېږي، خو درېغه چي دا هيله مو خاوري شوه او د دويم ځل لپاره فرهنګي يتيمان شولو. خداى دي وكړي چي افغان دولت د ده د جسد له پاره د خپل وطن په غېږ كي يو دوې لوېشتي ځمكه ځانګړې كړي، په ژوند خو يې چا د درنښت نيت ونكړ، په مړېنه خو يې لږ تر لږه له ياده غافل نه شو. الله (ج) دي يې د خپل بېساري رحمت په اوبو اوبه كړي.   آمين يا رب العالمين   د بېنوا فرهنګي ټولني او روهي ادبي بهير له خوا كندهار_افغانستان ",يو بل (نوميالى) مو هم له لاسه وركړ 5149,," د لومړي ځل له پاره په ولسي جرګه کې د ډيورنډ ک� �ښه ياده شوه، چې ديو شمير وکيلانو په وينا ، د افغانستان او پاکستان ترمينځ اکثره ستونزې د همدغه کرښې له امله راپيدا شوي دي .د جرګې دويم منشي سلجوقي وويل ، د ډيورنډ کرښه يو شمير وکيلانو مطرح کړه او ددغه موضوع د اواري غوښتونکي شول . د ولسي جرګې لومړى منشي محمد رحمان اغلى وايى دغه ستونزه د ريفراندم له لارې بايد اوار ه شي . دده په وينا ترڅو چې د پولې ستونزه حل نه شي ناامنى به دوام ومومي .د ولسي جرګې وکيلان بيا هم په نننۍ ناسته کې د امنيتي طرح په سر سره سلا نه شول . ",په ولسي جرګه کې د ډيورنډ کرښه ياده شوه 5150,," نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د امريکا تر مشرۍ لاندې د هېواد په ختيځو ولايتونو کې د ايتلافي ځواکونو قومانده د ناټو پوځ ته وسپارل شوه. په دې سره په ټول افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې ٣١ زره بهرني سرتيري د ناټو تر قوماندې لاندې راغلل. يو شمېر افغان څېړونکو دا کار يو غوره ګام وباله او هيله يې وښوده چې په دې سره به د بهرنيو ځواکونو په کړنو کې يووالى رامنځته شي. استاد حبيب الله رفيع هيله څرګنده کړه چې ناټود ايتلاف تېروتنې تکرار نه کړي، د خلکو کورونه په زوره ونه پلټې او د بيا رغاونې کارونو ته دي پام وکړي.   ",ناټو د هيواد په ختيځ کې د ايتلافي ځواكونو مشري واخيسته 5151,," افغان پوليسو تېره شپه د کابل ولايت له پغمان ولسوالۍ څخه يو ماشوم تښتوونکى نيولى او هغه ماشوم يې ژغورلى دى، چې تېره ورځ د کابل ښار له پنځمې ناحيې اړوند سيمې څخه تښتول شوى وو. د کابل امنيه قومنداني له جنايي جرمونو سره د مبارزې د څانګې مشر علي شا پکتياوال بېنوا ويبپاڼي ته وويل ماشوم تښتوونکى د پوليسو د عملياتو په ترڅ کې چې د شپې پر ۳ بجې ترسره شول ونيول شو او تښتول شوى ماشوم بيرته د هغه کو� �نۍ ته سپارل شوى دى. پكتياوال وايي ماشوم تښتوونكى له يوې وسله والي ډلي سره تړاو لري چي د ده په وينا ژر به يې نوم مطبوعاتو ته اعلان شي. همدا شان ده وويل تېره شپه يې د کابل ښار د شور بازار په سيمه کې پوليسو يوه ځاى پر ځاى شوې توغندۍ تر لاسه کړې ده.   ",يو ماشوم تښتوونكى ونيول شو 5152,," د هغه بمې چاودنې له امله چې د چارشنبې په م اځيګر د پنځو بجو په شاوخوا كي د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ په تعمير بازار کې رامنځته شوې له امله يې يو تن مړ او يو بل ژوبل شوى دى. د پکتيا د د اطلاعات او کلتور رئيس دين محمد دروېش له بېنوا سره د پېښي پخلى وکړ او زياتوي چې د چاودنې قربانيان د روشن مخابراتي کمپنۍ ساتونکي وو. ده وويل چاودنه د يوه درول شوي بايسکل له امله رامنځته شوې ده. ",د بمي چاودنې له امله يو تن مړ او يو بل ټپي شوى دى 5153,," عبدالله پتمن/كابل ويل کېږي، چې د دغه چوڼۍ پوليسو په وژنو كي لاس درلود. عراقي چارواکي پر دې باور دي، چې د پوليسو د يادې شوې چوڼۍ له منځه وړل به په بغداد کې د کړکېچنې امنيتي وضعې له ښه کېدو سره مرسته وکړي. د يادې شوې چوڼۍ د بندولو په اړه په عراق کې د امريکا د متحده ايالاتو تر مشرۍ  لاندې د ايتلافي ځواکونو وياند ويلي چې داسې شواهد په لاس کې لري، چې د دغه چوڼۍ پوليسو وژونکو ډلو ته  وخت ورکاوه، چي په آزاده توګه خپلو جنايتونو ته دوام ورکړي. دا په داسي حال كي ده چي په دې وروستيو کې له پلازمېنې بغداد څخه په لسګونو کسان تښتول شوي او د لسګونو كسانو مړي په سيمه كي پيدا شوي دي، ځيني پوليس په دې تورن دي چې له نيژدې يې دغه تښتوني ليدلي دي خو غبرګون يې نه دى ښوولى. د عراق لومړي وزير يوځل بيا د تاوتريخوالي پر وړاندې د مبارزې يوه سخته کړنلاره اعلان کړې ده. خو ځينې خلک بيا د دغه پروګرام د پايلې په اړه خوشبينه نه دي. ",په عراق کې د پوليسو يوه ستره چوڼۍ لغوه شوه 5154,," د اکاډمیسن کاندید محمد انور نوم یالي د وفات له امله  په ډنمارک کې د خپلواکۍ د فرهنګي خپرونې د خواخوږۍ پیغام '  په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان د علمي او اکاډمیک پښت یو سرلاری او د هېواد نومیای لیکوال او څېړونکی د اکاډمیسن کاندید محمد انور نومیالی په ډنمارک کې د زړه د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې .  ( لوی خدای دې ښه جنتونه ورکړي ) بیخي څرګنده ده چې ارواښاد محمد انور نومیالي د خپل ټول ژوند په اوږدو کې د یو غوره تاریخ لیکونکي ، اتنوګراف ، ژورنالیست ،شاعر او څېړونکي په توګه نه یوازې د افغانستان د کلتور او ادب د پراختیا او لوړتیا لپاره  دیادونې وړ خدمتونه وکړل چې د ( افغان ) او ( افغانستان ) د تاریخي شتون ډېر تیاره ګوټونه یې هم په پوره علمي او اکاډمیکه توګه رابرسېره کړل .دهغه څخه راپاتې علمي او تاریخي آثار  په دغه برخه کې د یادونې وړ ونډه لري .ارواښاد نومیالي د پښتو ټولنې ، کابل پوهنتون ، د افغانستان د علومو اکاډمۍ او د افغانستان د مطبوعاتو له لارې د خپل پلرني هېواد او خپل ټبر د تاریخي او فرهنګي برم لپاره د قدر وړ ګامونه اوچت  کړل .  کاندید اکاډمیسن محمد انور نومیالی د مهاجرت او کډوالۍ په وخت کې هم  یوه شېبه په کرار کېنناست ، قلم په لاس کور په کور ، مرکز په مرکز ، کتابتون په کتابتون او پوهاند په پوهاند وګرځېد او د یولړ ګټورو تاریخي � ��علمي آثارو د لیکلو ترڅنګ یې د بېلګې په توګه په مسکو کې د افغانستان د فرهنګ ټولنې په جوړولو او ورپسې ددې ټولنې په  ریاست کې ښه فعاله ونډه واخیسته .هغه د روسي ادبیاتو ډېرې غوره برخې پښتو ته راواړولې او یوشمېر پښتو ادبیات یې په روسي ژبه وژباړل .کله چې ډنمارک ته مهاجر شو ، نو په هماغه لومړۍ ورځ زه یې لیدو ته ورغلم ، نومیالي صاحب تر بلې هرې خبرې وړاندې له ما نه د دوو څیزو غوښتنه وکړه .لومړی یې راته وویل چې ما ته یو ټیلفون راوړه چې له کورنۍ او افغانستان څخه بې خبره نه اوسم .بله یې وظیفه راکړه چې یوه کوچنۍ راډیو  او د ډنمارک د ادبیاتو تاریخ ما ته راوړه .کله چې د مهاجرو له دې کمپ نه را ووتلم راسره ملګري بېکسیار صاحب ته مې وویل ، نومیالی صاحب یوه شېبه هم له خپل مسلک نه لرې نه تېروي . هو ! نومیالی صاحب همدغه شان باخبره ژورنالیست او پلټونکی څېړندوی و .ددغه پوهاند مړینه زموږ د هېواد او د نړۍ د کلتور ارزښتونو ته یوه لویه ضایعه ده . موږ په دې توګه د ارواښاد نومیالی له قدرمنې کورنۍ ، ملګرو ، هممسلکانو ، شاګردانو او د افغانستان د علمي او فرهنګي کړیو له ټولو سرلارو او غړو سره په دغه ستر غم کې خپله غمشریکي څرګندوو  او ټولو ته د ژور تسلیت مراتب وړاندې کوو .  اروا یې ښاده  یاد یې تلپاتې  په ډنمارک کې د خپلواکۍ د فرهنګي خپرونې په استازیتوب  یوسف هېواددوست  د ۲۰۰۶ /۱۰/ ",د خپلواکۍ د فرهنګي خپرونې د خواخوږۍ پیغام 5155,," په سويډ ن کي دافغانانو دکلتورې ټو� �نې د خواشينۍ پيغام  په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې نوميالي افغان علمي شخصيت ، ليکوال او څېړونکي کانديد اکاديميسين محمد انور نوميالي له خپل هېواد ځخه ډېر لېرې په ډنمارک کې له نړۍ څخه سترګې پټې کړې اناالله وانا اليه راجعون٠ خداۍ بخښلۍ نوميالئ چي په ليکنه ، څيړنه او ژباړنه کي د ځانګړي سبک او ليد لوري خاوند وو د ټول هيواد په کچه يو وتلۍ ليکوال شاعر او کره کتونکۍ هم وه . د لوۍ کندهار په علمي او ادبي کړيو کي ئ خورا ځانګړۍ ځاۍ در لود.  د نوميا لي صاحب د ستړي خو دوياړه ډک ژوند په هکله بايد ډيري علمي او عملي څيړنې وشې تر ځو دده په علمي او ادبي ژوندانه کي د \"" رياليزم او ليبرالېزم\"" سره دده د ميني رازونه پيدا شي٠ د نوميالي صاحب دي روح ښاد او جنتونه دي ور په برخه وی.  کورنۍ ته ئ دزړه صبر غواړو او ځانونه ورسره پدی غميزه کي ګډ ګڼو.  دافغانې کلتور ي ټولني د مشرتا به جرګه ګۍ په استازيتوب  حکمت الله حکمت  سويډن د مالم و ښار 20061005  ",سويډ ن کي دافغانانودکلتورې ټولنې خواشينۍ پيغام 5156,," دنوميالي صاحب دم ړيني په  اړه په كندهاركي دپژواك خبري اژانس دسيمه ايزدفتردخواشيني پيغام په ډېره خواشيني سره مو خبرترلاسه كړچي دسيمي ديوه وتلي او پوه شخصيت كانديداكاډيميسن  استادمحمدانور نوميالي  له  دي  فاني نړي څخه وكوچېد .  موږپه داسي حال كې چې ددوي دكورنۍ سره ځان  په دي درانه غم كي ځان شريك بولواو ده ته د خداي (ج) له درباره څخه د جنتونو غوښتنه كوو.                                                                            انا لله وانااليه راجعون په درنښتپه سويل لوېديځه حوزه كې دپژواك خبري اژانس  خبريا� �سعيدزابلي ",په كندهاركي دپژواك اژانس دسيمه ايزدفتر پيغام 5157,," په كندهار ولايت كي د فرهنګيانو غونډه  د هيواد  د وتلي فرهنګي شخصيت ،ليكوال ، څېړونكي ، ژباړن او شاعر  اروښاد كانديد اكاډيميسن استاد محمد انور نوميالي دجنازې د راوړلو په اړه د كندهار ولايت د اطلاعاتو ، كلتور او ځوانانو په رياست كي ت� �سره سوه چي په نوموړى غونډه كي دكندهار ولايت د اطلاعاتو او كلتور رئيس  عبدالمجيد بابى ، دكندهار دښووني او روزني رئيس حيات الله رفيقي ، ډاكټر طارق رشاد ، انجينېر شېرشاه رشاد، عبدالمالك همت ، ډاكټر عبدالرزاق پالوال ،فضل محمد پنهان ، عبدالقديم پتيال او نورو فرهنګي شخصيتونو ګډون كړي وو.په غونډه كي د ارواښاد د ښخولو ځاى دكندهار پوهنتون په سيمه كي د علامه رشاد بابا (رح) مزار وټاكل سو. دا پرېكړه وسوه كله چي راتلونكې اونۍ كي نوموړې جنازه كندهار ته راورسيږي د هغه د بدرگې له پاره دي ټول رسمي او غير رسمى امكانات په كار واچوي.ځكه د هغه دروند شخصيت سره ښايي چي په ډيرودرنو مراسموسره يې دجنازې مراسم ترسره شي او بايد په دې اړه هيڅوك  او هيڅ مرجع خپله مرسته ونه سپموي او د كندهار ولايت ادارى چارواكو هم په دې اړه خپل چمتوالۍ وښود.د كندهار دپوهانو هديره چي د علامه رشاد بابا (رح) د مزار په نامه ياديږي يوه جركه ګۍ لري چي په دې غونډه كي يې غړو ګډون كړى و ، د ا پرېكړه سوه چي د ارواښاد نوميالي جنازه دي په دغه هديره كي خاورو ته وسپارل سي .او په دې غونډه كي دا پرېكړه هم وسوه چي دلوى استاد پوهاند حبيبى او فاضل استاد بېنوا مړي دي هم دې هديرى ته را انت� �ال سي .   ",د ارواښاد استاد نوميالي دجنازې په اړه لومړۍ غونډه 5158,," د اروپايي ټولني د باندنيو چارو مسئول خاوير سولانا د اروپايي ټولني د قانون جوړونكو يوې غونډي ته په وينا كي ويلي چي د اېران د اټومي چارو له مسئول سره په خبرو اترو كي هيڅ ډول مثبت پرمختګ نه دى رامنځته شوى.سولانا وويل خبري اتري تر ابده دوام نه شي كولا� �، كه اېرانيان پر دې باور دي چي د خبرو اترو لاره بنده ده، نو موږ مجبور يو چي بله لاره غوره كړو.دا په داسي حال كي ده چي د اېران ولسمشر محمود احمدي نژاد يو ځل بيا ټينګار وكړ چي هيواد يې په هيڅ ډول نه دى حاضر چي د يو� �انيمو له غني كولو څخه لاس په سر شي، خو ده وويل په دې اړه له نړيوالي ټولني سره خبرو اترو ته تيار دى.څ ېړونكي په دې باور دي چي د سولانا د ((بلي لاري)) خبره دې ټكي ته اشاره وه چي دا موضوع د ملګرو ملتونو د امنيت شو� �ا غونډي ته وړاندي كړي او ښايي په هغه صورت كي اېران يا له اقتصادي بنديزونو سره مخ شي يا يې هم د پوځي يرغل په واسطه د اټومي پروګرام د پراختيا مخنيوى وشي. ",خاوير سولانا: اېران بايد پرېكنده تصميم ونيسي 5159,هدايت الله هدايت," په ډېره خواشينۍ او خفګان سره مې زموږ د ټو� �ني ډېر پياوړی نوميالی ليکوال ، محقق، او کارپوه کانديداکاډميسين محمد انور نوميالی د مړيني خبر چې په ډنما� �ک کې په حق رسيدلی دی، واورېد . اناالله وانا اليه راجعون .خدای بخښلی  کانديداکاډميسين محمد انور نوميالی يو سپېڅلی  انسان ، يووطنپاله افغان  ، يو زړه سوانده او حليم شخصيت، يوکارپوه او رياليسټ  ليکوال او يو ژو� �څېړونکی و.  زموږ په ګران افغانستان کې به دارواښاد محمد انور نوميالي  تشه تل محسوسه وي او ګرانه ده چې هغه دي ډکه سي   .زه دځان او خپلي کورنۍ لخوا د خدای بخښلي کانديد اکاډميسين نوميالي صاحب په مړينه دزړه  ژوره خواشيني څرګنده وم او دهغه مرحوم دکورنۍ و غړو او دوستانو ته د صبر او زغم غوښتنه کوم . لوی خدای ج دي زموږ دټولو په زړو کې پياوړی نوميالی، مرحوم محمد انور نوميالی  روح دي ښاد لري او جنتونه دي  يې په نصيب کړي . په درناويهدايت الله هدايت۵/۱۰/۲۰۰۶اسټرليا   ",دهدايت الله هدايت له خوا دخواشينۍ پيغام 5160,," عبدالله پتمن/كابل ايوب نيشنل پارک ته نيژدې د بيگاه له بريد څخه وروسته، پوليسو دوولس ساعتونو په ترڅ کې له سختو امنيتي تياريو سره_سره د پاكستان د پارلمان له ودانې سره نيژدې دوه توغندي وموندل. د چارواکو په وينا دغه دوه توغندي په وښو کې ځاى پر ځاى شوي وو چي يوه اړخ ته يې د پارلمان وداني او بلي خواته  نو� �ي حکومتي ودانۍ موجودي دي. تر دې دمخه پرون ماښام د ولسمشر پروېز مشرف کور ته نيژدې يو بم وچاوديد چي ځانې زيان يې له ځانه سره نه درلود.   ",د پاكستان پارلمان ودانۍ ته څرمه توغندۍ پيدا شوي 5161,دوكتورعبدالخالق رشيد," ددوكتورعبدالخالق رشيد له خوا: دارواښاد كانديد اكاديمسن محمدانورنومياليدناڅاپي مړينې له امله دخوشال فرهنګي ټولنې دژورې خواخوږۍ پيغام په خواشينۍ سره خبرشوو چې دهيواد نوميالي ليكوال ، څيړونكي ، ژباړنكي ،� �اعر،دعلومواكاديمۍ غړي اوافغاني مفكر كانديد اكاديمسن محمدانورنوميالي هم له دغې نړۍ څخه دابدي سفرپه لور له موږ څخه بيل شو. اناالله وانااليه راجعون. پښتوژبه ، پښتوليكوالي اوپښتوپوهنه يوځل بياداده دخپل يوه بل نوميالي پالوال اومفكر په وير كيناسته اوخپل داسې يوپوه اوڅيړونكى يې له لاسه وركړچې دخپل عصراوخپلې ليكوالۍ په ډګركې دځانګړي علمى اواكاډيمېك واك اوځواك خاوندو. كانديداكاديمسن نوميالي په پښتوژبه اوافغاني معاصرف� �هنګي بهيركې له هغو روڼ اندوليكوالو اوڅيړونكوڅخه وچې انداوژوند يې  تل له نوښت اوايجادسره ملګرتيا كوله ، فكري خپلواكي اوځانګړى علمي صلاحيت يې هغه دوه توكونه ووچې زموږ دغه نوميالي پښتون ليكوال اومفكرپه خپلوڅ يړنواونظريوكې دځان مله كړي وو اوتل يې دځوان پښت دلارښونې په ترڅ كې هغوى ته دخپلوتلپاتې علمي سپارښتنوپه توګه له ياده نه ايستل . استاد نوميالي پښتوژبې اوپښتنوته دنويې علمي فلسفې اونويونظرياتوپه رڼاكې دعلمي څيړنو اوم طالعاتو تګلاره پرانيسته اودخپل ژوند ترپايه پورې يې په  خپل علمي او ټولنيزژمنتوب اوعلمي نړۍ ليد سره دخپلې ژبې اوخپلوپښتنې اوافغاني ارزښتونواوميراثونودتحليل اوارزوني تګلاره له ياده ونه ايسته.دپوهې اوف� �هنګ دغه نه هيريدونكي نوميالي دخپل  علمي ژوند په اوږدوكې په سلګونوعلمي مقالي ، ايجادي اوتاريخي ژباړې اوپه لسګونوعلمي آثارپه پښتوژبه باندې ولورول اودده دسترعلمي اوفرهنګي ميراث په توګه به له موږ سره تلپاتي اونه هيرودونكي وي . دخوشال فرهنګي ټولنې لارښوده شورا په داسې حال كې چې دكانداكاديمسن نوميالي صاحب مړينه دافغانستان دخلكواوعلمي ټولنو له پاره  يونه جبرانيدونكې بايلنه بولي ،دهيواد علمي ټولنواودده ا� �واښادكورنۍ ته دافغان ملت ددغې لويې هستئ دمړينې له امله دژورې خواشينۍ  څرګندونې  وړاندي كوي اوداستاد نوميالي ارواته دلوى اوبښونكي خداى په درباركې دابدي هوساينې هيله كوي . اروايې ښاده ، علمي اوفرهنګي هڅې يې تلپاتې نصرالله حافظدخوشال فرهنګي ټولنې م� �ستيال",دخوشال فرهنګي ټولنې دژورې خواخوږۍ پيغام 5162,رحمان ګل توتاخېل," چي مي روڼ ستوری له مداره ووت ځکه تصوير مي له ديدا� �ه ووت اوس به پر کومو تړو ځم و� �پسي چي يې اواز له يکه زاره ووت دبېلتانه په لمبو شوم � �وغړن سوړ اسوېلی مي له پرهاره ووت پرې په غزلو کي يې وپې يمه درباب ترنګ له هر يوتاره ووت نن يې په ليري جزيرو کي څا� �م دزړه بلبل مي له ګلزاره ووت نور د ساقي سترګو ته نه سم کتای دپيالوشرنګ يې له خماره ووت چي د زمان غديو ورکړه فتوا خيام له خوم سره له ښاره ووت پرشينکي باغ مي ژلۍ و� �ګېدې زور يې زموږ له سندرماره ووت نور مرغلري چاته نه پاشمه غچ يې کوګل له سره انګاره ووت هلته زړګي ته ورکومه تس� � که توتاخېل دعشق له باره ووت     رحمان ګل توتاخېل - جرمني هولدنبورګ   ",دپرهار اسوېلی 5163,زمری,"  غواړې چې انګورو نه شراب جوړ کړې ؟څنګه دې  ترخې  کړلې خوږې سترګې هر نظر ئې ژوند بخښي بسملو تهدم د مسیحا لري ستا مړې سترګې تورې که دې و� �وځي دې ، باڼه غشيزړه مې مدام غواړي دا فتنې سترګې لنډ ئې له حسرته شي ژوندون د ګلپټې ترې ساته خپلې غونچې سترګې سل ژبې پیدا کړي رازد مېنې ته ووائې هر څه دا پټې خولې سترګې  تل چې زنګوي زمری د خیال په ټالتل دې وې روښانه ستا لمبې سترګې   ",سترګې 5164,," ", 5165,,"   په اروپا کښی دافغان څوانانودپيوستون موسيسی د خواخوږۍ پيغام دارواښاد كانديد اكاديمسن محمدانورنوميالي د مړينې له امله   په ډيرې خواشينۍ سره موخب� �ترلاسه کړ چې دهيواد نوميالي ليكوال ، څيړونكي ، ژباړنكي ،دعلومواكاديمۍ غړي كانديد اكاديمسن محمدانورنوم يالي هم له دغې نړۍ څخه دابدي سفرپه لور په پرديسی کښی له موږ څخه بيل شو. اناالله وانااليه راجعون.  خدای بخښلی کانديداکاډميسين محمد انور نوميالی يو سپېڅلی انسان ، يووطنپاله افغان ، يو زړه سوانده او حليم شخصيت وه٠ اود ټول هيواد په کچه يو وتلۍ ليکوال ،شاعر او کره کتونکۍ هم وه .  دپيوستون موسيسه په داسې حال كې چې دكانديداكاديمسن نوميالي صاحب مړينه دافغانستان دخلكواوعلمي ټولنو له پاره يووه ستره نه جب� �انيدونكې ضايعه بولي ،دهيواد علمي ټولنواودده ارواښادمحترمی كورنۍ  اوټولوافغانانوته ددغې لويې هستئ دم ړينې له امله دژورې خواشينۍ څرګندونې وړاندي كوي اوداستاد ارواته دلوى اوبښونكي خداى په درباركې دابدي هوساينې هيله كوي .  محترمی کورنۍ ته ئ دزړه صبر غواړو او ځانونه ورسره پدی غميزه کي يوڅای ګڼو  وتريخت  هالنډ ٠٥ا١٠ا٢٠٠٦په اروپا کښی دافغان څوانانودپيوستون موسيسی دمشرتابه غړوپه استازيتوب اجمل شينواري د موسيسی ريس ",دپيوستون موسيسی د خواخوږۍ پيغام 5166,," د بېنوا درنو ملګرو د  ګران افغانستان د يو بل وياړلي پوه او د قلم د ډګر باتور استاد نوميالي په غمونکې مړينه ډېر خواشينی يم٠ زه د دوي له خپلوانو او و� �څېرمه پرتو ملګرو نه په درناؤي هيله کوم چې هېواد ته د استاد د درانه وجود د لېږدولو لپاره اړين ګامونه پورته کړي٠ زه په دې اړه تر خپله وسه پورې مالي چوپړ ته تيار يم٠   شهسوار سنګروال افغان ادبي جرګه لندن ",د شهسوار سنګروال د خواشینئ پیغام 5167,," همدا اوس ( د سهار پر ۹ بجو ) په خوست کي یو ځانمرګي بریدکونکي د ملي پولیسو پر موټر بریدوکړ چي د عیني شاهدانو په وینا دوه پولیس ئې وژلي او یو ټپي شوی  . خو په خوست کي د همدې ولایت د پولیسو مشر جنرال ایوب د پېښی پخلی وکړ او دده په وینا  په ب� �ید کي ئې یو پولیس وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي ",په خوست کي ځانمرګي بریدمرګ ژوبله را منځته کړه 5168,," دغه بريد نن سهار په نهوبجودخوست ولايت دامنيې قوم اندانۍ مخې ته ترسره شوچې په نتېجه كې يې يوتن پوليس اوپخپله ځانمرګى وژل شوى اوڅلورتنه نورپوليس ټپيان دي . دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفترامرسمونوال وزيربادشاه دنوموړې پېښې دپخلي پرمهال وويل : ځانمرګي غوښتل چې قوماندانۍ ته ځان داخل كړي خودتلاشۍ له امله پدې بريالۍ نشونويې دقوماندانۍ په نظام قره ول كې ځان وا� �وزاوۀ  چې په نتېجه كې يې يوتن پوليس وژل شوى اودرې نورټپيان دي ،خوعيني شاهدان دټپيانوشمېره څلورتنه ښيي . له چاودنې وروسته دخوست امنيې قوماندانۍ شاوخوانېږدې ترسلومتروپورې دپوليسولخوابندشوې وه اودپېښې ځاى ته يې خلك نه ورپرېښودل  . يوعيني شاهدوويل چې دځانمرګي دبدن پورتنۍ نيمه تنه روغه وه،دۀ زياته كړه چې سپينې جامې يې پرغاړه وې ،چپلكې يې په پښووې اودپاكستان كوټې خلكوغوندې  وړه خولۍ يې پرسروه .   ",په خوست كې ځانمرګى بريد وشو . 5169,," عبدالله پتمن/كابلاسراييلي چارواکو د امريکا د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو له وزيري سره له کتني وروسته د غزي د پولې د درې لارو په پرانستلو سلا � �وي دي. سيمي ته د امريکا د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزيرې د سفر موخه د فلسطين او اسراييلو ترمنځ د اختلاف د پاى ته رسولو او د امريکا له خوا د منځني ختيځ د سولې د لاري د نقشې په نوم د طرحي عملي کول دي. ملگري ملتونه، اروپايې ټولنه او روسيه هم د امريکا له دغي طرحي نه ملاتړ کوي. رايس له محمود عباس سره له کتني وروسته ژمنه وکړه چي د فلسطين د ستونزو په کمولو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي او له فلسطينيانو څخه يې وغوښتل چي د نوي حکومت د ستونزو د حلولو لپاره گامونه واخلي. هغې وويل چي د فلسطين اوسني حکومت ونه شو کړاى چي د فلسطينيانو هيلي پر ځاى کړي او  د نړيوالي ټولني او اسراييلو غوښتنو ته ځواب ووايې.  ",اسراييل په غزه کې خپلي کلابندي ته پاى ورکوي 5170,," عبدالله پتمن/كابل دغه چاودنه پرون ماښام اوه بجې په ليډي ريډنگ روغتون کې وشوه چي له امله يې درې تنه ټپيان او � �ېرو موټرونه زيانمن شوي او د شاوخوا واټونو ښيښې يې هم ماتي کړي  دي. د دغه روغتون  دبېړنيو پوليسو په وينا په چاودنه کې ټپيان د اندېښتې وړ نه دي د بېړنيو مرستو څخه وروسته نوموړي ټپيان خپلو کورونو ته لېږدول شوي دي. د روغتون د چارواکې ډاکټر مختار په وينا تر اوسه دا جوته نه ده چي دغه چاودنه  د څه شي له امله رامنځته شوه. خو ده وويل د چاودنې په اړه پلټني روانې دي. د يادونې وړ ده چي په پېښور کې د تېرو دريو اونيو په ترڅ کې دا دوهمه چاودنه ده. له دې د مخه چاودنه په صدر بازار کې د پوليسو له يوه اسټېشن سره نيژدې شوې وه چي له امله يې ډېر موټرونه سوځيدلې وو. په پېښور کې په دې وروستيو وختونو کې د امنيت وضعه ډېره کړکېچنه شوې ده.  ",د پيښور په يوه روغتون کې چاودنه وشوه 5171,," د كانديد اكاډمېسن ارواښاد محمدانور نوميالي د مړېني او جنازې مراسمو ته د چمتووالي په باب په كندهار كي د مېشت روهي ادبي بهير له خوا غونډه پرون د پنجشنبې په ورځ د وږي پر ۱۳مه نېټه جوړه شوه. په غونډه كي د كندهار د ټولو ازادو ټولنو غړو، مشرانو، فرهنګي څېرو او ځوانانو برخه اخيستې وه. چي په ترڅ كي يې د ارواښاد نوميالي د � �خصيت، پوهي او استعداد په باب هر اړخيزي خبري وشوې، د هغه مړېنه يې د افغانستان د پوهي او ادب پيكر ته دروند ګوزار وباله. د غونډي يوه برخه وال او د بېنوا فرهنګي ټولني مشر عبدالاحمد محمديار وويل چي ارواښاد نوميالي په داسي يوه زماني مقطع كي په كندهار كي د هستۍ پر ډګر سترګي وغړولې، چي عامه ذهنيت د عصري پوهي او پرمختګ په وړاندي خورا حساس وو، د ده پلار ملا وو او غوښتل يې چي زوى يې هم ملا سي، خو زوى ته يې د افغان ملت د درد تشخيص د هغه د فطري استعداد او ادراك پربنسټ شوى وو، ځكه خو يې د ملايي لار پ� �ېښوده او د عصري پوهي پر واټ يې ګام كښېښود. چي دا په هغه مهال كي خورا ستونزمن كار وو، له يوې خوا د كورنۍ فشار � �ه بلي خوا ټولنيز جبر او په دې دوو جبهو كي مبارزه يوازي د ارواښاد نوميالي غوندي نومياليو هوډمنو كار وو، چي په پاى كي په خپله دغه علمي مبارزه كي بريمن راووتئ. محمديار زياته كړه چي پر هغه لار چي زموږ نوميا� �يو پوهانوګامونه اخيستي خورا له اغزيو ډكي وې، چي هغه ټول اغزي دوى په خپلو پښو كي وړي دي، او اوس موږ ته دا � �اري پرانيستي او پاكي دي چي بايد په پوره يووالي ورباندي مڼي ووهو. په غونډه كي هوډ څرګند شو چي بايد د ارواښاد د جنازې مراسم د دغو فرهنګيانو له خوا په ډېر درنښت سره ترسره شي او ټول فرهنګيان بايد يو لاس او چمتو و اوسي. غونډه د ماځيګر پر پنځه نيمي بجې د ارواښاد نوميالي اروا ته د خوښۍ لپاره په دعا ويلو پاى ته ورسېده. ",د استاد نوميالي په باب د روهي ادبي بهير غونډه 5172,," طالب وياند ډاكټر محمدحنيف بېنوا ويبپاڼي ته وويل د خوست په ننني ځانمرګي بريد كي چي د ده په وينا د دغه ولايت په امنيه قومنداني كي دننه ترسره شو ۴ ام� �يكايان او ۱۵ افغان پوليس وژل شوي دي. ډاكټر حنيف وويل بريد كوونكى عبدالله نومېدئ او د ننګرهار ولايت اوسېدونكى وو. خو د خوست ولايت د امنيه قومندانۍ د م طبوعاتي دفتر آمر سمونوال وزير بادشا د ډاكټر حنيف خبره نه مني او وايي چي ځانمرګي غوښتل قومندانۍ ته ننوزي خو د تلاښۍ پر مهال د پوليسو له خوا درول شوى او دباندي يې ځان الوزولى وو، چي د سمونوال بادشا په وينا له امله يې يو پوليس وژل شوى او ۳ ټپيان. دغه بريد چي نن سهار پر ۹ بجې د خوست ولايت د امنيه قوماندانۍ مخته ترسره شوى وو د عيني شاهدانو په وينا څلور تنه ټپيان او يو پوليس پكښي ووژل شو، د بېنوا خبريال سيمي ته و� �غلى وو خو پوليسو اجازه نه وه وركړې چي د پېښي ځاى له نيژدې وګوري. ",طالبان: په خوست كي ۴ امريكايان او ۱۵ پوليس وژل شوي 5173,," له کندهاره دخپرېدونکې دوه م ياشتنۍ ناپېيلې مجلې ( ښکلا ) دوې پرله پسې ګڼي ( ۲۲ - ۲۳ )  له چاپه راووتې . دامجله دپنځوک� �ونوراهيسي دبېنوافرهنګي ټولني له خوا خپرېږي چي دهيواد او سيمي هاخوا په يوشمېر بهرنيو هيوادونو کي هم مينه وال او لوستونکي لري . دښکلا مجلې پرله پسې دوه ويشتمه او درويشتمه ګڼه دواړې په ۱۰۳ مخونو کي دڅلوېښتوغټواوکوچنيوسرليکونو په لرلو سره چاپ سوي دي . دښکلا کلنی ګډون په اروپا کي څلوېښت يورو او نورو هيوادونو کي پنځوس امريکايي ډالره يا دهغه م عادل ټاکل سوې ده . په دې پيسوکي دلېږد پوستي لګښت دمجلې د ادارې پر غاړه دی .   که غواړﺉ تاسي هم ددې مجلې په زړه پوري ،علمي ، ټولنيز او بوختوونکي مضامين ولولی نو سر له اوسه دښکلا مجلې ګډون وکړ� � او دښکلا مجلې هره نوې ګڼه د خپل کور پرپته ترلاسه کړﺉ . دګډون کو� �و اسانه لاره : پر يوه پاڼه په لاتيني حروفو خپل نوم او پوره پوستي ادرس وليکی او بيا يې ديوکال دګډون (څلوېښت يورو) سره يوځای  په عادي ( نه راجستر ) پوست کي پر دې پته راواستوﺉ : Skala journal Tiranaplantsoen149 2034TM_Haarlem The Netherlands  ",دښکلا مجلې دوې نوي ګڼي له چاپه راووتې 5174,," له کندهاره دخپرېدونکې دوه مياشتنۍ ناپېيلې مجلې ( ښکلا ) دوې پرله پسې ګڼي ( ۲۲ - ۲۳ )  له چاپه راووتې . دامجله دپنځوکلونوراهيسي دبېنوافرهنګي ټولني له خوا خپرېږي چي دهيواد او سيمي هاخوا په يوشمېر بهرنيو هيوادونو کي هم مينه وال او لوستونکي لري . دښکلا مجلې پرله پسې دوه ويشتمه او درويشتمه ګڼه دواړې په ۱۰۳ مخونو کي دڅلوېښتوغټواوکوچنيوسرليکونو په لرلو سره چاپ سوي دي . دښکلا کلنی ګډون په اروپا کي څلوېښت يورو او نورو هيوادونو کي پنځوس امريکايي ډالره يا دهغه معادل ټاکل سوې ده . په دې پيسوکي دلېږد پوستي لګښت دمجلې د ادارې پر غاړه دی .   که غواړﺉ تاسي هم ددې مجلې په زړه پوري ،علمي ، ټولنيز او بوختوونکي مضامين ولولی نو سر له اوسه دښکلا مجلې ګ� �ون وکړﺉ او دښکلا مجلې هره نوې ګڼه د خپل کور پرپته ترلاسه کړﺉ . دګډون کو� �و اسانه لاره : پر يوه پاڼه په لاتيني حروفو خپل نوم او پوره پوستي ادرس وليکی او بيا يې ديوکال دګډون (څلوېښت يورو) سره يوځای  په عادي ( نه راجستر ) پوست کي پر دې پته راواستوﺉ : Skala journal Tiranaplantsoen149 2034TM_Haarlem The Netherlands  ",دښکلا مجلې دوه ويشتمه او درويشتمه ګڼه چاپ سوه 5175,,"    دنوميالي دمرګ چي مي واورېدل دزړه مي شريک سوک او ترتلو شوه سو، ما ويل بياموږ کم بختانو څونه تاوان وکړئ، ځکه چي نوميالي غوندي پوه او دنبوغ څښتن راڅخه ولاړئ ۰  دنوميالي سره زما تر شپېته کاله لا بالا يارانه وه ۰ دی خورا یک لوخته سړی و. ديوې مفکورې او يوې ګايي سړی و۰ ما چي تر نيمي پېړۍ لا بالا نوميالی پېژندلئ دئ تقريبٌا تقريبًا هره ورځ مې ورسره ليدلي دي ، ورسره ږغېدلی يم، ورسره خندېدلی يم او ورسره ژړېدلی يم.  د ده خبري ډيري پخې، معقولي، مدللي او پر واقعیاتو تکیه وې . په عامه لهجه به دخلګوسره ګډ و۰ خندا او یوه خونکه مسخره به یې په خبرو ګډه وه ۰ دده ژوند او مادې حالات دزړه سوي وه ، خومعنوي پانګي يې دافتخاروې ، ده ځان او اولاد ته وچه ګوله په وچ موټه ګټل خو خلګو ته يې دقلم په نوک دعلم خزانې ډکولې ۰  د ده غم لمبې په اوف نه مر ی ، نه دا دغم اور په څو دانو اوښکو سړيږي اونه نوم ېالې دهېرېدو دئ ۰ وای سل دي ومره، يودي مه مره۰ مړونه مري نوم يې پاتيږي .  دمحمد انور نوميالي وېرنه   چي خبرسومه په مرګ دنوميالي غم يې واخيستل له موږڅه خوشحالي که تروې او تودې اوښکي پسي توی کم په ويره کرږو کړمه جوړه بد حالي مرګ بېولی نوميالی به بیا رانسي که پر ځان ګوله ګوله کړمه کالي له دې ځايه نابغه نوميالی کوچ سو هغه ډک ځای اوس تش پاته سو خالي خدای خبر چي بيا به بل نوميالی راسي نه چاکړې وه پخوادده سيالي هم عالم هم محقق هم مبتکر و هم شاعر هم يې خيالات وه ډېر عا� �ي چي پوهان محققان عالمان درومي خودبه خلګ وي دپوهي ډېوالي دريشا اکثر یاران ولاړه لحد ته يانا� �وغه دي پراته کور پرنيالي     عبدالهادي- ریشا ۴/۱۰/۲۰۰۶  کراچي-پاکستان ",پر نومیالي دي رب (ج) ورحميږي ( عبدالهادي ریشا) 5176,,"  په ډيره خواشينى موخبرترلاسه کړى چى دهيوادوتلى تکړه اوپياوړى علمي اوفرهنګي شخصيت اکاډيميسن محمدانورنوميالى دزړه دناروغى له امله په ډنمارک کي ددې نړى څخه سترګي پټي کړې. نوميالى صاحب هغه څيره وه چي ځاى به ئې ډک نشى اوتل به داتشې، تشه پاته وي. موږپه داسي حال کي چي خپل ځان په دې غم کي شريک بولو دلوى رب ددربارڅخه ده ته دجنتونو دعاکوو. دده کورن� �،دوستانواومينه والوته دزړه صبرغواړو.  په درناوى سيدجان کاروانى ",په بريتانيا کي دافغانانودټولنې دخواخوږى پيغام! 5177,," د فراه ولايت د پوليسو مشر سيد آغا ثا� �ب له بېنوا ويبپاڼي سره د خبرو پر مهال ومنله چې د هغه نښتي پر مهال چې نن د پوليسو او طالب جنګياليو ترمنځ د� �ارام ته نيژدې د بکوا دښت په جمعه بازار سيمه کې وشوه ، ٤ تنه وسله وال طالبان او يو دولتي پوليس وژل شوي او ٢ تنه نور پوليس ټپيان شوي دي. ده وويل جګړه هغه مهال سخته شوه چې طالب جنګياليو د دولتي پوليسو په پوسته وسله وال بريد وکړ . يو طالب وياند بيا ادعا کړې چې طالبانو ٣ تنه پوليس د جګړې پر مهال وژلي دي او دوه موټران يې � �استه راوړي دي. ده ومنله چې يو طالب مړ او ٢ تنه نور ټپيان شوي دي. جګړې د نوموړي په وينا ٤ ساعته دوام کړي دي.همداشان ثاقب وويل چې د فراه ښار د لومړۍ ناحيې له اړوند سيمې څخه يې د دغه ولايت دوه تنه اوسېدونکي له طا� �بانو او القاعده سره د تړاو په تور نيولي دي. ", په بکوا دښت کې يو پوليس او ٤ طالبان وژل شوي دي 5178,," د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله ٣ تنه ولسي وګړي مړه او ٢ نور ټپيان شوي دي. د زابل ولايت د پوليسو مشر د پيښي پخلۍ کوي او وايي د ټپيانو حالت هم د انديښنې وړ دى. ده زياته کړه چې د بريد اصلي موخه دولتي پوليس وو، خو د ملکي وګړو م وټر يې ښکار شوى دى. ",په زابل کې د ماين د چاودنې له امله ۳ وژل شوي دي 5179,," د کابل ښار د بي بي مهرو د سيم ې په يو جومات كي ١٣ تنه لمونځ کونکي هغه مهال ټپيان شول چې د لمانځه له پاى ته رسېدو وروسته د يوه کس د چا� �و تر بريد لاندې راغلل. ټپيان په بېړه روغتون ته لېږدول شوي او بريد کونکى د نورو لمونځ کونکو له لوري نيول شوى او پوليسو ته سپارل شوى دى. د کابل د امنيه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې د څانګې مشر علي شا پکتيا وال له بېنوا سره وويل ، چې بريد کوونکى تر ډېره بريده رواني ناروغي لري او نشو منلاى چې دغه بريد دې سياسي بڼه ولري. ",په کابل کې د يوه جومات ١٣ تنه لمونځ کوونکي ټپيان شوي 5180,," طالب وياند ادعا کوي چې د لغمان د ننګراج ولسوا� �ۍ په کله ګوش سيمه کې يې د امريکا يي ځواکونو په مرکز د سپکو او درندو وسلو بريد کړى دى، چې له امله يې د نوم وړي په وينا ٦ تنه مخالفين وژلي دي. همداشان ادعا کوي چې د لوګر د پل علم ښار د علي خان کلا په سيمه کې يې د به� �نيو ځواکونودوه ټانګونه په يو بريد کې له منځه وړي دي او د ننګرهار په نرنګ ولسوالۍ کې يې په يوه دولتي پوسته بريد تر سره کړى دى. د هلمند - هرات د لويې لار په اوږدو کې يې د هلمند درود د پله دسر امنيتي پوستې د ويجاړيدو دعوا هم کړې ده . دغه بريدونه د طالب وياند په وينا په تېرو څلور ويشتو ساعتونو کې شوي دي . ",طالبان د يو شمېر بريدونو ادعا کوي 5181,," امنيتي چارواکو منلې چې د جرمني هېواد دوه تنه سيلانيان د جمعې په ورځ د بغلان د تاله برفک په ولسوالۍ کې د ناپېژاندوکسانو له خوا وژل شوي دي. د بغلان د پوليسو مشر له بېنوا سره د پيښي پخلۍ کوي او وايي په سيمه کې يې په دې اړوند کلکې پلټنې پيل کړي دي. نوموړي د پيښي په اړوند خواشيني وښوده او زياته يې کړه، دوى د بغلان پوليس او امنيتي چارواکي سيمې ته د خپل تګ په هکله نه وو خبر کړي. ويل کيږي وژل شوي سيلانيان د جرمني د يو ې ټلويږيوني خپرونو خبريالان دي. ",په بغلان كي ۲ بهرني سيلانيان وژل شوي دي 5182,," ارواښادکانديد اکاډيميسن سرمحقق محمدانور نوميالی چي د چارشنبې په سهار (04-10-2006) د زړه د حملې له کبله په ډنمارک کي په حق و� �سېدﺉ، جنازه به يې د راتلونکي جمعې په ورځ د روان کال د اکتوربر پر ۱۳مه نېټه د سهار پر لس نيمي بجې د ډنمارک له آلبورګ ښارڅخه د دغه هيواد پلازمېني کوپنهاګن ته، له هغه ځایه به د يو لړ مراسمو تر پرځای کولو وروسته د هوا له لاري د پاکستان پلازمېني اسلام اباد له هغه ځايه د هوا له لاري افغان پلازمېني کابل او بيا کندهار ته ولېږدوله سي چيري چي سر له اوسه د جنازې مراسمو د پرځای کولو له پاره د دوﺉ د کورنۍ د يوشمېر غړو تر څنګ  د کلتوري ټو� �نو غړي او فرهنګپال افغانان د ارواښاد نوميالي د جنازې د ور رسېدو له پاره له مخکي لا انتظار دي، او هڅي يې پيل کړي دي چي د دې غټ عالم او اکاډميک شخصيت جنازه په ډېر عزت او درنښت سره خاورو ته وسپاري.د ارواښاد نوميالي صاحب زوم ښاغلي رفيع الله بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي د جمعې په ورځ به اول د آلبورګ په ښار کي د سهار له ۹ بجو څخه تر لس نيمو بجو د ارواښاد محمد انور نوميالي د دوستانو، انډيوالانو او شاګردانو تر څنګ يو شمېر نور فرهنګپال افغانان له ارواښاد سره د وروستۍ مخې ښې له پاره د آلبورګ ښار د روغتون په تالار کي سره راغونډ سي،  د جنازې � �مونځ به ادا سي، د ارواښاد ژوندليک به واورول سي، څو تنه به لنډي خبري وکړي او تر وروستۍ مخي ښې وروسته به پر � �۰ نيمي بجې جنازه کوپن هاګن  ته ولېږدوله سي.ښاغلي رفيع الله دا هم وويل چي په کوپنهاګن کي به د يو شمېر افغان ليکوالو او فرهنګيانو له خوا د وروستۍ مخه ښې لنډ مراسم په پام کي نيول سوي دي چي هلته به د ارواښاد پر ژوند ترلنډوخبرو وروسته جنازه د يو شمېر اروپا مېشتو افغانانو په بدرګه د کوپن هاګن هوايي ډګر ته ولېږدوله سي. بله خوا وړمه ورځ د کندهار ولايت يو شمېر مخورو کندهار ته د ارواښاد نوميالي صاحب د جنازې د لېږدولو په اړه � �ومړنۍ غونډه وکړه دپوره متن لوستلو ته يې دا ځای کښېکاږﺉ او پرون په کندهار کي د روهي ادبي بهير اوونيزه غونډه کندهار ته د ارواښاد د جنازې د لېږدولو له پاره ځانګړې سوې وه، په دې غونډه کي د بېنوافرهنګي ټولني، د هيواد کلتوري ټولني تر څنګ د يو شمېر نورو ټولنو استازو، ليکوالو او فرهنګيانو د راتلونکي اوونۍ له پاره پر چارو خبري وکړې. او دا ژمنه وسوه چي د ا� �واښاد نوميالي صاحب د جنازې په ورځ به يوه ځانګړې خپرونه چاپ او پر ګډون کوونکو ووېشله سي.د ارواښاد کانديد اکاډيميسن سرمحقق محمدانور نوميالي د جنازې او بيا فاتحې په اړه وروستي معلومات وخت پر وخت د بېنوا ويبپاڼي له لاري وړاندي کيږي. ",دارواښادنوميالي جنازه له ډنمارکه کندهار ته لېږدوله کيږي 5183,," د ناټو وياند مېجر مورايل بېنوا ويبپاڼي ته وويل، چې نن سهار پنځه بجې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې د ناټو يو عسکر  ووژل شو. په چاودنه کې يو موټر هم د نوموړي په وينا زيانمن شوى دى. عيني شاهدانو بېنوا ويبپاڼي ته وويل چې په سيمه کې يې د ډزو غږونه اورېدلي دي. ",په کندهار کې د ناټو يو عسکر وژل شوى دى 5184,," طالب وياند ډاكټر محمدحنيف بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي تېره شپه يې د بغلان ولايت د بارک ولسوالۍ په تناو سيمه کي د آيساف پر ځواکونو بريد وکړ چي د ده په وينا تر سختي جګړې وروسته يې د آيساف ۵ موټر ويجاړ او ۱۵عسکر وژلي دي، نوموړى په دې جګړه کي د ۳ طالبانو د ټپي كېدو خبره هم كوي. خو تر اوسه آيساف ځواكونو يا كومي خپلواكي سرچينې د دې خبر پخلى نه دى كړى. ",طالبان: په بغلان كي د آيساف ۱۵ سرتيري وژل شوي دي 5185,شېرشاه رشاد," د هېواد د نامتو څېړونكي د اكاډيمېسن كانديد نوميالي د ناڅاپي مړيني په اړه د علامه رشاد اكاډيمۍ د خواخوږۍ پيغام مرګيه رب دي نيمه خوا كهسمسور ګلونه رژوې، شاړ سوه باغونه د پښتانه پر سمسور بڼ باندي نن بيا، د قهرجن برخليك بله ټكه راپرېوته، د پردېسۍ په ښكاره سوكاله او هوسا، خو په زړه خوړينو شرايطو كي يې زموږ د سمسورو گلونو څخه يو بل ښكلى او نازولى ګل، د هېواد تكړه څېړونكى د اكاډيمسين كانديد استاد محمد انور نوميالى رامړاوى كئ.                                                                     انا لله و انا اليه � �اجعون ارواښاد محمدانور نوميالى د ملا محمدنعيم اخوند زوى د غلام محي الدين لمسى په خټه اليزى، د ۱۳۰۷ لمريز كال د سلواغې په مياشت كي چي د ۱۹۲۹ ع سره برابر دى (د اوسني ليكوال د درېيم ټوك په ۱۳۳۳ مخ كي د ده په خپ� �ه ليكنه كي لولو: ... د امير امان الله خان زوال زما د زوكړي سره مصادف دى ...) د كندهار ښار د افغانپور كوڅې ته څ� �مه د ملا عبدالله جان اخوند زيارت (اوس د حاجي بابا په زيارت مشهور دى) ته نژدې د حاجي جمعه خان صراف په كوڅه كي چي اوس په خلكو كي د بچي په كوڅه مشهوره سوې ده) په يوه روحاني كورنۍ كي زوكړى دى. دوه وروڼه او دوې خوندي لري چي په ده پسې ورور يې محمدنور مړ سوى دى او كشر ورور يې محمدسرور ژوندى او د كويټې په ښار كي اوسي. د استاد په او� �ادو كي چي پنځه لوڼي دي، يوه يې په كندهار كي او نوري څلور لوڼي يې تر هېواد دباندي اوسېږي.د ارواښاد نوميالي پلار د مروجو ديني علومو د زده كړي له پاره د انګرېزانو د وخت پراخ هندوستان ته تللى او هېواد ته تر راستنېدو وروسته د خپلي كوڅې د ملا تور اخوند په ماجيت كي ملا سو، ډېر طالبان يې روزلي دي، چي استاد نوميالي هم د وخت م� �وج علوم پر خپل پلار باندي ويلي دي، دده د طالبۍ د وخت يو ملګرى يې (ملا شراف الدين اخوند) وايي:""محمد انور په لوست كي تر موږ ټولو تكړه وو.""څه نوري زده كړي يې پر نورو استادانو باندي هم كړي دي، خو تر ټولو بارز ټكى د استاد نوميالي خپل فطري استعداد، پرله پسې او نه ستړي كېدونكې هڅه او هاند و چي په نويو علومو كي يې هم ځان اوچت مقام ته رسولى دى. دى ليكي:"" تقريباً اوولس كاله كېږي چي د خپل ذوق پر اساس باندي په خودسرانه كورس كي خپل ځان روزمه ..."" دندي:د خداى بخښلي نوميالي لومړنۍ دنده د كندهار ښار په ښوونځيو او دارالمعلمين كي د ښوونكي سپېڅلې دنده وه، ډېر كلونه يې د هېواد ډېر ځوانان په ډېرو برخو كي وروزل.څه موده پر كور كښېنستئ، خو د ژوند اړيو او د استاد خپل خوځنده فطرت دې ته وهڅاوه چي د كابل پر لور رهي سي، د څه مودې له پاره د كابل په ګمرك كي په دنده بوخت و، په ۱۳۵۵ هـ ش كال كله چي په كابل كي د پښتو څېړنو نړيوال مركز جوړ سو، د خپلي دندي تر څنګ ددغه مركز علمي مرستندوى (همكار) په توګه وګمارل سو. په ۱۳۵۷ هـ ش كال د بيهقي د كتاب خپروني موسسې د رياست دنده ورپه غاړه سوه، په ۱۳۵۸ هـ ش كال كله چي د افغانستان د علومو اكاډيمي جوړه سوه، استاد نوميالى ددغي اكاډيمۍ د ختيځ پېژندني د څانګې (انستيتوت) علمي غړى او وروسته ددغي څانګي مشر وټاكل سو. د ۱۳۷۰ هـ ش كال په پاى كي د ع� �مي څېړنو له پاره يې و ازبكستان ته سفر وكئ. استاد نوميالى لا په خپلوڅېړنو په تاشكند كي اخته و چي د ۱۳۷۱ هـ ش كال د غوايي په مياشت كي د نوي ناورين څپه پر كابل او بيا پر ټول افغانستان خپره سوه، استاد د پردېسۍ څپو پسي واخيست او كله په تاشكند او دوشنبې كي، كله په لنينګراد او مسكو كي، تر څو د ژوند وروستي پردېس شپږ كاله يې په � �نمارك كي پر تېر سوه او په دغه پردېسۍ كي يې په هېواد او اولس پسي ساه وركړه. د ۱۳۷۱ هـ ش كال ناورين د ډېرو كو� �نيو له پاره له كابل څخه د تښتېدو پيلامه وه، د استاد كورنۍ هم چي په كابل كي اوسېده، نور د زغم پياله ډكه سوه، پر كډه يې سوټى  راوګرځاوه، د استاد د دريمي لور په وينا، د نوميالي صاحب د كتابتون ټول كتابونه يې د افغانستان د علومو اكاډيمۍ ته وسپارل، د هغه تر څنګ د استاد ډېر ارزښتناك علمي اسناد او ياداښتونه ددوى د غيابت پر وخت په دفتر كي پاته سوي وه چي د علومو اكاډيمۍ د يو علمي غړي په وينا، د هغه كال په ژمي كي د اكاډيمۍ د يو علمي غړي او يو اداري كاركوونكي (""با فرهنګه"" ستميانو) له خوا په اور پسې سوه. د ژبو زده كړه : استاد نوميالي سربيره پر خپلي مورنۍ ژبې (پښتو) په پاړسي ،انګريزي، عربي، روسي او ډنمارکي ژبو هم  پوهيدئ. دژبو په زده کړه کي يې ځانګړى استعداد درلود ، دښاغلي عبدالهادي هاند په وينا: استاد نوميالي په اکاډيمۍ کي د روسي ژبي زده کړي ته نيت وکئ، په شپږو مياشتو کي يې په خپله دځان سره روسي ژبه دوني زده کړه چي له روسي متونو څخه يې ښه استفاده کولاى سواى.د پښتو څېړنو نړيوال مرکز په "" پښتو "" مجله کي يې ډېر مضامين په انګريزي ژبه خپاره سوي دي .څېړني او ليکني : استاد نوميالى ډېر زيارکښ، هڅاند،  روږد ( متشبث) او نوښتګر څېړونکى او � �يکوال دى، د ځوانۍ له کلونو راهيسي يې د مطبوعاتو سره اړيکي درلودې، ډېري ليکني يې دتاريخ، ټولنپوهني او اتنوګرافۍ په برخو کي کړي دي، په څېړنه او پلټنه کي ډېر دقيق او حساس دى، دخپل سبک او اُصولو سره سمي ليکني کوي ، پر داسي ټکو او موضوعاتو باندي  ږغيږي چي هم نوښت په کښي سته او هم کله _کله لا دټولني د دوديزو  او عقيدتي پابنديو څخه دبغاوت څرک په کښي تر سترگو کيږي . اثار: نوميالي صاحب دپنځوني او ژباړي په دواړو برخو کي لوى لاس درلود، تر ننه پوري ماته څرګند اثار يې دادي : پنځوني : دپښتو د ټو� �نيز تاريخ مبادي (چاپ) دکوډو سرنوشت د علمي څېړنو په ړنا کي (چاپ) تخوني يا چستوښکي ( کيسۍ ډوله نظمونه ) ( ناچاپ)سفرنامه (ناچاپ)دافغانستان اتنوگرافي ( ناچاپ )دوېش سيسټم (چاپ _ دگستنر په بڼه ) ژباړي :انسان او تکامل (چاپ) الف ليلا يا زر او يوه شپه _ لومړى او دوهم ټوکونه ( چاپ)الف ليلا يا زر او يوه شپه _ دريم او څلورم ټوكونه، په نا اوډلي بڼه (ناچاپ)دافغانستان توکمونه ( د والتر بيلو اثر) ژباړه، سريزه، تعليقات د ميتودولوژۍ تاريخ ( د اکاډيمسين ا. ژوکوف اثر ) ژباړه، سريزه، لمنليکونه او تعلي� �اتهند ( د لومړي کمونيزم څخه تر مرئيتوب پوري ) د (ا.ش.ډانکې) اثر  دپورتنيو مستقلو اثارو تر څنگ په لسوو مقالې او شعرونه يې دکندهار په طلوع افغان، دپښتو څيړنو نړيوال مرکز په "" پښتو"" مجله، دعلومو اکاډيمۍ په "" ا� �يانا""  ، "" خراسان "" ، ""كابل"" مجلو او د هېواد او له هېواده دباندي په نورو موقوتو خپرونو او د انټرنټ پر پاڼوخپاره سوي دي.علمي القاب : دعلومو اکاډيمۍ د ختيځ پېژندني په څانگه کي د سرمحقق تر علمي رتبى پوري � �سېدلى او په ١٣٦٦ هـ ش کال د اکاډيمسين کانديد علمي لقب هم ورکړه سوى دى. شخصي ځانگړتياوي :ارواښاد نوميالى،  زړه سواند، سپېڅلى، رښتينى، هوډمن، هڅاند او پر انډيوالۍ ولاړ وو. پراخ او ژور فکر يې درلود، دلويې فلسفې څښتن و، ديوې مختصري جغرافيې په حدودو کي نه اوسيدى، د اولسو، نژادو، قومو او نورو مح دوديتو دباندي په يوه پراخه نړۍ کي يې اوسيده غوښته ، دعامو وگړو د فکري طرز اوعلمي سلوک څخه دباندي، يوه داسي نړۍ يې انسانانو ته په ذهن کي جوړوله، چي د ژوند عمل يې د ټولو انسانانو پر گټو ولاړ وي او علم يې له طبيعي حقيقي احساس څخه ترکيب سوى وي.ژوند يې په خپله طبيعي ساحه کي د ژوند له پاره غوښتئ، په انسان کي يې دسړيتوب غلبه پر څارويتوب غوښته .په پاى کي د ستر او سپېڅلي څښتن (ج) څخه د خداى  بخښلي نوميالي صاحب روح ښاد، درنې کورنۍ او د ده ټولو ارادتمندانو ته د زړه صبر غواړم. علامه رشاد اکاډيميمحقق شېرشاه رشاد  ",(نوميالى) هڅاند،روږد،څېړونكى اونوښتگرليكوال 5186,," د هغه ترافيکي پيښي له امله چې د کابل - جلال اباد د لويې لارې په اوږدو کې د لغمان په دوه لاره کې رامينځ ته شوه ، له امله يې ديوې کورنۍ دوه تنه مړه او يو بل ټپي شوي دي . په ټپيانو کې د ازاداى راديو يوه خبرياله حسيبه شهيد ده، چې دنوموړې خاوند انجينير شفيق ال� �ه اوخور يې شهناز په پيښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړي دي . ",په يوه ترافيکه پيښه کې ٢ تنه مړه اويو ټپي شوي دي 5187,," ", 5188,"� �اکټر ذبيح الله حسن - لندن"," په رګوکې به مې سیند دلمبو نه وای         بېباکي که ستا دشوخو کتونه وای            پردي کړي به بندیز ؤ که په منځ کې              تګ راتګ مو دنظر د جرګو نه وای            دعشق غم به مې رټلی ؤ له زړه نه                   که مطرب مې دسلګو دنغمونه وای            ایرې کړي به لمبو وه دبا� �ودو                          که سایه په پښتونخوا دشملونه وای            ترکه کړې به مې وخته وه زاهده                     که اثر په میخوري دتوبونه وای            ترهیدلې به دعشق له بوړ بو کو وې       که یرغل مې په جذبو دغمزونه وای            دلغزش به مې واعظه بیا خطر � �          مسلمان که په مذهب د پښتونه وای            کیف د وصل به له ژوند نه وم ایستلی که مې ویره دبیلتون دراتلونه وای            په تیاره کې به دعقل( حسن) ورک ؤ   که رڼا پرې درخسار دډیوو نه وای            ډاکټر ذبيح الله حسن - لندن ",دنظر جرګې 5189,,"   نن غرمه دولس بجې دخوست ولایت دیعقوبیو په و� �سوالۍ کې پر ائتلافي ځواکونو یو ځانمرگی بریدشوی ، دامنیتي  چارواکو په وینا یوازې پخپله ځانمرگی په برید کې وژل شوی او دائتلافي ځواکونو دکاروان یو موټر هم ویجاړ شوی خو مرگ ژوبله یې ورته نده اړولې. ",په خوست کې ځانمرگی برید شوی. 5190,ډاکټربسم الله امير," لکه څنګه چي نور وطنوال د کاندید اکاډیمیسین محمد انورنومیالی پر مړینه خپه دی موږ هم ددغه علمی  شخصیت وفات خواشیني کړي یو . د مرګ پېښه هروخت دردناکه ده ، خو دجلاوطنۍ او کډوالۍ مړیني درد او سوز لا زیات وي . څنګه چي مرګ حق  دی ، هر څوک مري او د هیچا خلاصون نشته، نو زغم او تحمل په کار دی . مونږ هم  په خپل وار د مرحوم   نومیالي د اروا د خوشحالۍ له پاره دعا کوو ، کورنۍ او دوستانو ته یي له لویه  خدایه اج� � او صبر غواړو .   د ټولنی  مشرتابه  جرګه آ سـټـریـا  ،  ویـا نـا ۶ / ۱۰ / ۲۰۰۶ م ",د افغان ولس کلتوری ټولني، د همدردۍ پیغام 5191,محقق شريف بهاند," د ارواښاد كانديد اكاديمیسین مح مدانور نومياليد ناڅاپي مړينې له امله د خواخوږۍ پيغام د ۲۰۰۶ کال د اکتوبر شپږمه جرمني ، د برلین ښار د حضرت علي علیه سلام په اند: د پوهانو اندیشې هغه ځلانده ائینه ده، چې حقایق منعکسوي او د دوی ټټر د اسرارو گنجینې دي  خو په ډېرې خواشينۍ سره مې خبر تر لاسه کړ، چې د افغاني ټولنې داسي يو نوميالي پوهاند او علمي شخصيت، کانديد اکاديميسين محمد انور نوميالي په ډنمارک کې له نړۍ څخه سترګې پټې او له ځان سره یې دا ډول اندیشې خاورو ته یووړې. ارواښاد نوميالی د افغانستان د هغه نسل د څېړونکو او ليکوالو د ډلې له وروستيو استازيو څخه و، چې له لوړو زده کړو پرته د خپل همت، خوارۍ او خپل استعداد له برکته ځان لوړو علمي پوړيو ته رسولی او له لویو اکاډميکو شخصيتونه څخه گڼل کیده او زموږ د هېواد د ګوتو په شمير مخکښو  پوهانو په ډله کي یې ځانګړی دريځ او ځای درلود.ارواښاد کانديد اکاديميسين نوميالي د خپل علمي ژوند په اږدو کې او د خپل ځانګړي سبک په لرلو سره د خپلې ليكوالۍ په ډګر كې د علمي او اكاډيمېك واك او ځواك په خپلولو سره پښتو ژبې او پښتنو ته د نويې علمي فلسفې او نويو نظريو په رڼا كې د علمي څيړنو تګلاره پرانيسته او د ټولنيزو علومو، د بیلگې په توگه د فلسفې، ارواپوهنې او د ميتولوژيکي څانگو په برخه کې یې يو شمير څيړنې او ژباړې تر سره کړيدي او په دې توگه یې یو زیات شمیر علمي مقالې او ارزښتمن اثار راتلونکی پښت ته په میراث پریښودل. سربیره پر څیړنو نوموړي د ځوان پښت د روزنې او لارښوونې په ترڅ كې هغوي ته د خپلو تلپاتو علمي سپارښتنو په توګه، په څیړنو کې د نوښت رامنځته کول او د فکری خپلواکې يادو نه کوله او ان د استاد عادی خبرو اترو علمي بڼه لرله.زه په داسي حال کې، چې د خپل پخواني همکار، كاندید اكادیم یسین نوميالي مړينه د گران هیواد د علمي څانگو له پاره يو نه جبرانيدونكې بايلنه بولم، د ارواښاد کورنۍ، دوستانو او همدارنگه د هېواد علمي کړيو ته د ژورې خواشينۍ په  وړاندي كولو سره، ځان د هغوي په دغه غم کې شريک بولم او اروښاد اروا ته له لوى او بخښونكي خداى څخه د ابدي هوساينې هيله كوم استاده روح دې ښاد او جنت دې ځای وي. په درناويمحقق شریف بهاند ",د ارواښادنوميالي پرمړينه دمحقق شريف بهاندپيغام 5192,هارون خپل شعشعي," چي شاهين غوندي غوټې وهې پر زړونو اې فلکه! څه زورمـــند يې، بې پـــــــ� �ـــروا   لا د پښتنو د ستر څېړونکي، اديب او مؤرخ ( استاد علامه عبدالشکور رشاد) له دردونکي تلين څخه کلونه  نه دي تېر سوي، چي دادی د پښتنو د يو بل مفکر او نوښتګر ليکوال، ژباړونکی او محقق ( استاد محمد انور نوميا� �ي ) د ناببره مړيني خواشينونکی خبر خپور سو . انا لله و ان اليه راجعون له کوچني والي څخه، د استاد نوميالي له نېک او سپېڅلي نامه سره اشنا وم .  وروسته  مي څه موده د افغانستان د علومو په اکاډيمۍ کي له هغه مستدل او مبتکر ليکوال سره، د نيژدې پيژندګلوۍ او همکارۍ  وياړ درلود . استاد نوميالی، په کندهار کي د پوهو او روښانفکرو مشرانو د هغه ګرداو غړی و، چي اوس يې  ډېر لږ کسان ژوندي پاته دي .  استاد نوميالی د هغه ارزښتناک غمي په څېر و، چي د نه پاملرني له امله کلونه کلونه تر خاورو لاندي پټ و  . خو ډېر ژر  د ليکني، ترجمې او څېړني په ډګرونوکي په لوړ او درانه نامه  وځلېد .   استاد نوميالی د نېکو اخ� �اقو، سپېڅلي خويونو، تقوا، پراخي حوصلې، خلاقانه  علمي او تحقيقي نړۍ ليد خاوند و . د استاد نوميالي مړينه، د پښتنو په علمي او تحقيقي ټولنوکي ستره ضايعه ده . ټولو عزيزانو، دوستانو او خواخوږو ته يې د زړه صبر غواړم .  اروا دې ښاده  او نوم دي لوړ وي . ",(غمشريکي)چي شاهين غوندي غوټې وهې پر زړونو 5193,," عمر واحديار   طالب وياند ډاكټر محمدحنيف بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي د خوست په ننني بريد كي يې ۸ ام� �يكايي سرتيري وژلي او دوه موټره يې له كاره لوېدلي دي. ځانمرګى بريدكوونكى چي نن غرمه يوولس نيمي بجې يې د خوست ولايت په يعقوبيو ولسوالي كي ځان والوزاوه، د طالب وياند په ويناعمر نومېدئ او د لوګر ولايت اوسېدونكى وو. طالب وياند له معمول سره سم د پخوانيو ادعاوو په څېر د بريد زيان خورا لوړ ښيي، خو په خوست ولايت كي دولتي چارواكي وايي چي بېله بريد كوونكي بل څوك نه دي وژل شوي، دوى د ايتلافي ځواكونو د يوه موټر د ويجاړېدو خبره هم كوي. دا په داسي حال كي ده چي تېره ورځ هم د خوست ولايت د امنيه قومندانۍ مخته يو ځانمرګى بريد تر سره سوى وو چي د چارواكو په وينا يې يو افغان پوليس وژلى او ۳ نور يې ټپيان كړي وه، خو طالبانو د ۴ امريكايانو او ۱۵ افغان پوليسو د وژلو ادعا كول. ",طالبان: د خوست په بريد كي ۸ امريكايان وژل شوي 5194,," ", 5195,," ", 5196,,"                               & nbsp;                               عمر واحديار د بي بي سي د پارسي څانګي د يوه خبر له مخي د روسيې يوه مشهوره ورځپاڼه ليكونكې آنا پوليتكو سكايا په مسكو كي وژل سوې ده. د اينټرفاكس آژانس د راپور په حواله د مېرمن پوليتكو سكايا مړى په مسكو كي د هغې په كور كي په داسي حال كي پيدا سو چي تر څنګ يې توپنچه هم پرته وه. مېرمن سكايا ته دوه كاله وړاندي په ډوډۍ كي نشيي توكي په دې نيت وركړل سوي وه چي دا ووژني، هغه وخت دا د چيچنيا و بسلان ښار ته د يوه راپور د جوړولو لپاره روانه وه چيري چي يرغمل نيوونكو په سلګونو زده كوونكي يرغمل كړي وه. دې يو كتاب هم ليكلى وو چي په هغه كي يې د روسيې پر اوسني ولسمشر ولاديمير پوتين سختي نيوكي كړي وې. مېرمن پوليتكو سكايا چي له ((نو وايا ګازتا)) ورځپاڼي سره يې كار كاوه په چچنيا كي د روسي عسكرو له خوا د ترسره سوو بشري جناياتو په راسپړونكې او افشا كوونكې مشهوره وه. دې په ۲۰۰۲ كال له هغو چچنيايي جنګياليو سره د خبرو اترو مشري كوله چي د مسكو په يوه سېنما كي يې خلك يرغمل نيولي وه. د روسيې د ورځپاڼه ليكونكو د اتحاديې رئيس هغه د روسيې د ورځپاڼه ليكونكو وجدان نومولې وه. ",په ماسكو كي يوه ورځپاڼه ليكونكې وژل سوې ده 5197,,"  استادمحمدانور نوميالی دافغانستان دهغوپوهانواو عالمانو له جملې څخه وه چې دخپل ژوند ټوله برخه يې دادب او قلم سره وه ، هغه دخپلو ليکنو ځانګړې م يتودولوژي لرله او په پښتو ادبياتو کې دټولنيزوادبياتو خښته ورپخه کړه او دخپلو رياليستيکو ادبياتو ډيري غوره ليکني يې په مختلفوډولونوسره ټولني ته وړاندي کړې ، مرحوم نوميالی صاحب برسيره پرډيرو اکاډميکو کتابو يولړداسي مقالې او علمي څيړني هم لرلې چې تراوسه پوري کوم چا نه ليکلي دي اونه هم ددې توان درلود چې داسې ليکني دي وکولای شي. څه وخت چې زه په ډنمارک کې ديوې علمي غونډي دپاره رابلل سوی وم ، نومي يوه شپه دنوميالي صاحب سره په يوه شخصي بانډارکي نصيب سوه ، په نوموړي بانډارکي برسيره پرهغه علمي برخوچي نوميالي صاحب رڼاپرې اچول ، يولړ ابتکاري فلکلوريک شعرونه يې هم دبانډار مينه والوته وړاندي کړه چې مرحوم نوميالي صاحب وهغه ته د(تخنونو) نوم ورکړی وو.چې دتخنونو په بې پايانه ادبي ښکلي اثرکي دجامعي هغه واقيعتونه پراته وه چې زما له نظر په واقيعت کې يو شهکار او په اوسني وخت کې بې مثاله علمي کارووچي نوميالي صاحب ترسره کړی دی. نوميالی صاحب دډير� �وړاستعداد خاوندوو، دی په ديني علوموکي ډيرپوهيده او يوخت خپله هم لوی ملا وو، خووروسته يې بيا وعلمي م يتودونوته هم مخه کړه اوپه انګليسي ژبه ، فارسي ژبه ،عربي، ډنمارکي څه ناڅه روسي ژبه او پښتو ژبه پوره پوهيده ، هغه دژبوپه زده کړه کې پوره استعداداو مهارت درلود ،مرحوم نوميالي صاحب ډير ښه خط درلود اوهميشه به يې متن په خپل خوش نويسۍ ښکلی کاوه .ټوله عمريې په مطبعاتو ،خپرونو اوعلمي مؤسيسوکي دنده ترسره کړيده اوپه افغانستان کې د بيهقۍ دکتاب خپرولودمؤسيسې ريس او دافغانستان دعلومو داکاډمۍ علمي غړی او بيا دعلوموپه اکاډمۍ کې کانديداکاډميسن په علمي رتبه ووياړل سو، که څه هم هغه رسمي تحصيلات نه لرل خوهغه خپله لوړي علمي زده کړي کړي وې، علمي صلاحيت اوعلمي پوهه يې درلوده . (( روح دې ښادوي )) زه دهغه دلاري ملګرواودهغه محترمي کورنۍ ته دزړه له کومي تسليت غواړم .اوداچي او س هغه وخپلي خاوري ګران افغانستان ته په رسمي مراسيمووړل کيږي ، دايوډيرنيک ګام دی اودا په هيواد کې دفرهنګ پالني يوترټولوښه احساس دی چې زموږ په ځوان اوفرهنګ دوست ولس کې را پيدا سوی دی اوزه هيله لرم چې ټول هغه دقلم خاوندان چې دوخت دبدو شرايطوپه اساس يې په پرديو هيوادونو کې تابوتونه ښخ دي وخپل هيوادته راوړل شي دا به زموږ دفرهنګي بهيردپاره هم ډيره ښه وي اوخپله فرهنګي ذخيره به مو په خپل هيواد کې ساتلې وي .اناالله واناالله راجعون . لامونه وه ګريوانونه را وچ شوي يا دسترګوڅه مو اوښکي وچي شوي  چې دويرناره خپره سوه پرما باندي نوميالی له جهان ولاړی څه به کاندې  درشادبابادغم لمبې ت� �اوسه دي لابلي د بڅرکي ويرتراوسه لاتازه دی  بيا روان يو هديرې ته په دې واري خاموشيږي يو، يوستوری په آسمان کې  دتقديرپه فيصله کې خوڅه نه شته چې څه کاندي خدايه!رحم وکړې ته پرپښتون باندي  دپښتوادب په پوهو ښايسته دی دادب څراغ به تل اديبان څاري  دتروږمۍ په تاريکو کې درڼاڅراغ خاموش سو پتنګان به بيا پرکومه شمعه نڅا کاندي  نه هيريږي هراستادچي مې رايادسي زه وياړلی وم ددوی په مغزوباندي  دننګيال بڅرکي يردپرديسۍ دی پرديس سوی نوميالی هم را څه ولاړی ",داحمدشابابادعلمي اوادبي ټولني( غمشريکي ) 5198,," دنوميالو وطن اوس بی نوميالې سو ٠ دعلم اوپوهی څراغونه او دهيواد لګيدلې شمعی يوپه بل پسی سترګی پټوی ، دجهالت مرغان لانورهم وزرغوړوی اوکرغيړن سيورۍ ئي ناپوهی شپی يوپه بل پسی اوږدوی ٠ کاشکی می هيڅکله هم دبينوا سايټ پرانيستې نه وای او دلاری ئي د نوميالې شمعی له سوزيدو څخه خبر سوی نه وای ٠ خدايه ! پسله دی به څوک په تليفون کښی ځما غوږونه په خپلو جادوئي چستوښکو ( تخنونو ) سره وتخنوی ؟ او څوک به په بريښناليک کښی ځما وپرديسو وچو شونډوته موسکا راوليږی ؟ هغه دخندا څخه ډک تپاند زړه نور دپوه استاد کانديد اکادميسن نوميالۍپه سينه کښی دتل دپاره له حرکته لويدلۍ دی  ٠  ان الله وانا اليه راجعون  دنورو ټولو پوهنيزو - څيړنيزو برياليتوبونو ترڅنګ ، هغه نوی ادبی ژانر چه دغه وتلی نوميالې په پښتو ژبه کښی د روسی چستوښکو پربنسټ پيل کړ او ( تخنونې ) ئي وبللې ، دهر غمجن زړه پر شونډو ئي موسکا کرله ٠ دا تخنونکۍ ژانر به نورڅوک مخ ته بوزی ؟ ما خو چه هرڅه زيار وايست ، نه می د استاد شونډی پری موسکې کړای سوی او نه ئي هم ځما قلم راوتخناوه ٠ خدايه ! دپښتو پر ويجاړ کور دنورو نوميالو ستنې ودروه او داوچی شونډی ئي و چاودلو ته مه پريږده ٠ خدايه ! نور داسی غم پر دی کور مه راوله چه د نوميالۍ غم تری نه هيرکړی ٠ امين  يارب العالمين  پوهنمل حاجی محمد نوزادی ",د پوهنمل حاجی محمد نوزادی دخواشينۍ پيغام 5199,," د برتانيا لومړي وزير توني بليرپه افغانستان باندې د امريکا د پوځي بريد د پنځمې کليزې په اړوند د خبرو په ترځ کې له طالبانو سره جګړه اسانه ونه بلله او څ� �ګنده يې کړه چې له خپلو پوځيانو سره به له هيڅ ډول مرستو نه دريغ ونکړي او هرڅومره مرستې چې وغواړي ترلاسه به يې کړي . برتانيا دا مهال د ناټو تر مشرىلاندې ٥٠٠٠ عسکر لري او د ٢٠٠١ زيږديز کال څخه تر اوسه پورې ٤٠ تنه ب� �تانوي عسکر افغانستان کې وژل شوي دي . د بلير له څرګندونو سره جوخت په افغانستان کې د برتانيا يو پوځي مشر اد باتلر ويلي چې فوځيان يې افغانستان کې د خپلو دندو د ترسره کولو په موخه د شينکوک چورلکو او نورو پوځي ټوکو ته ضرورت لري . پنځه کاله وړاندې امريکايانو د تلې په ١٥ نيټه په طالبانو پوځي بريد پيل کړ ، چې له امله يې د يوې م ياشتې په ترځ کې د طالبانو رژيم نسکور شو . داچې پنځه کال تير شوي او څه ناڅه ٣١ زره بهرني عسکر افغانستان کې دا م هال ميشت دي، بيا هم طالبا ن په پوځي ډګر کې ځواکمن شوي دي.له دې سره امريکا و نه توانيده چې اسامه ، ملامحمد عم ر او د القاعده او طالبانو يو شمير وتلي مشران ونيسي . ",بلير : له طالبانو سره جګړه اسانه نه ده 5200,," دولسي جرګې وکيلان پس له څو ورځو پرله پسې خبرو اترو وروسته نن د تړلو دروازو تر شا په دې وتوانيدل ، چې د هېواد په امنيتي چارو کې امنيتي مصوبه تصويب کړي . ولسي جرګې ددغه مسودې په منلو سره له حکومت څخه په کلکه وغوښتل چې جوړه شوې مسوده په عمل کې پلي اود اجراتو په اړونديې د روان کال د ليندۍ ترمياشتې ولسي جرګې ته رپوټ وړاندې کړي. د ولسي جرګې لومړي منشي سردار رحمن اوغلى وايي که چيرې حکومت د ليندۍ مياشتې تر پيله د موصوبې په پلې کولو کې پاتې راغى ، ددفاع ، کورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت رئيس به استيضاح او د باور د رايو په سلبولو به يې خبرې وشي . ",ولسي جرګې امنيتي مصوبه تصويب کړه 5201,," تيره شپه ٩ بجې او ١٥ دقيقې د کابل ښار په کارته پروان کې د غلام بجه کور ته نږدې په يو کور يو توغندى پريوتى ، چې د چارواکو په وينا مرګ او ژوبله نه لري .عينى � �اهدانو بينوا ته وويل چې د بريد له امله يو ماشوم ټپي او کور زيانمن شوي دي . د کابل د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د څانګې مشر جنرال علي شا پکتيوال له بينوا سره د توغنديو بريد ومانه.همدا شان يو بل توغندى سيلو ته نږدې په نااستوګنه سيمه کې لګيدلى دي ، چې له امله يې چاته زيان نه دي رسيدلى .ويل کيږي توغندي د کابل د پغمان ولسوالۍ له سيمې څخه توغول شوي دي . ",په کابل ښار دوه توغندى ولګيدل 5202,خوستى," دغه دوه تنه صرافان چې پلاراو زوى وودلاروهونكو� �خواتېره ورځ هغه مهال دخوست حيدرخېلوپه سميه كې دخپل كورله څنګه په زور يوړل شول چې دوى سهار مها� � دخوست په ښاركې خپل دصرافۍ دوكان ته روان وو . عيني شاهدان وايي چې غلودملي اردويونيفورم اغوستى ؤاوحيدرخېلوپه سيمه كې يې تلاشي ترسره كوله خوكله چې يادشوي دوه تنه صرافان (پلار ــ زوى ) ورباندې � �اغلل نودغلولخواونيول شول ،په خپل موټر كې يې لاس تړلي واچول ،پدې نامه باندې چې قرارګاه ته يې وړي له سيمې څخه په موټركې يوړل ،نورنوخلك نه پوهېدل چې يادشوي صرافان دعسكرولخواولې يوړل شول  خوماسپښين م هال دنادرشاه كوټ ولسوالۍ اوسيدونكوديادې شوې ولسوالۍ په خوړكې دنوموړوصرافانومړي موندلي او د دوى كورنۍ اوكليوالوته يې په اړه خبروركړى ؤ . دكلي خلك وايي چې له نوموړوصرافانوسره په ميليونوپيسې و� �سره وې چې هرسهاربه يې له ځانه سره خپل دصرافۍ دوكان ته وړې اوماښام به يې بېرته له ځانه سره راوړې .   ",خوست كې دوه تنه صرافان ووژل شول . 5203,ميرويس جلالزى," دا ټكى د طالبانو سياسي وياند عبدالحي مطمين پرون خبري رسنيو ته په مركه كې څرګند كړ. د مطمين په وينا ملا محمدعمر دم ګړى په افغانستان كې د بهرنيو او كورنيو ځواكونو په وړاندي د عملياتو نيغه قومانده كوې او دى به تر هغه په افغانستان كې وې تر څو چې ژوندی وي او د مطمين په وينا خپل سپېڅلي جهاد ته به دوام وركړې. مطمين چي له نا څرګنده ځايه يې خبري كولې دا هم وويل چې ملا محمدعمر او اسامه بن لادن د طالبانو د واكمنۍ له ړنګېدو وروسته حتی يو ځل هم ندې سره ليدلې او يو له بل څخه بېل_بېل عمليات  كوې. نوموړي د هغې پوښتنې په ځواب كې چې ايا له طالبانو سره پاكستان مرسته كوې كه څنګه؟ وويل چې پاكستان له طالبانو سره هيڅ راز مرسته نكوې او د پاكستان حكومت هم د طالبانو يو دښمن دی ځكه چې له امريكا سره يې د دوى د حكومت په نړولو كې ډيري مرستي كړې دې. هغه وويل چې د طالبانوخوځښت او مقابله يوه افغانې جګړه ده او پاكستان پكې هيڅ راز مرسته نه كوې. عبدالحي مطمين يوې نوې موضوع ته هم اشاره وكړه، هغه دا چې طا� �بان د پاكستان په وړاندي هم د جګړي په پلان كار كوي ځكه پاكستان د طالبانو دوهم او خطر ناك دښمن د� �. عبدالحى مطمين د طالبانو په حكومت كي د كندهار د اطلاعات او كلتور رئيس او د طالبانو وياند وو، نوموړى م� �ا محمدعمر ته له ډېرو نيژدې كسانو څخه ګڼل كېږې.   ",ملا محمدعمر ژوندى او په افغانستان كې دى 5204,,"  زردشت شمس د جمعی او خالي په ورځ (October 6 - 7, 2006) يو زيات شمير په لرګيو بار لارې د کنړ – جلال اباد په لويه لار ليدل کيدلې دا معلومه نده چه دغه کار ايا د م رکزي دولت په اجازه روان دې او که ترې بې خبره دې ولې دا څرګنده ده چه ولايتي چارواکي به پکې ضرور لاس لري - ياده دې وي چه د کنړ پخواني محترم والي اسدالله وفا د لرګيو په تجارت سخت بنديز لګولې وو او څه د پاڅه دوه کالو پورې يي دغه ځنګلونه د امکان تر حده خوندي وساتل- د کنړ ځنګلونه چه د افغانستان د ځنګلونو مهمه فيصدي جوړوي په تيرو پنځويشتو کالو کښي ډير زيات زيانمن شوي او د چاپيريال نړيوالو سازمانونو له مخې نه جبرانيدونکې زيان ورسول � �وې- ",د کنړ د ځنګلونو قاچاق بيا پيل شو 5205,,"  زیات خپګان اوخواشينۍ سره خبر شولو، چې دهيواد یو وتلۍ علمۍ شخصيت دعلومواكاديمۍ غړي  كانديد اكاديمسن محمدانورنوميالی دخپل هیواد څخه لیري له دې فانينړۍ ځني سترګې پټي کړی .  “ روح دې ښاد وي “  ارواښاد نوميالی سربېره پرعلمی او فرهنګی � �خصیت ، یوملی ، اسلامی او دموکرات شخصیت هم و. دخداۍ بخښلۍ نوميالی علمي اوفرهنګي هڅې افغانی ممیزات لري . دک� �تور په افغانی مشخصاتو باندی ویاړی او هڅه یې کړې چې زمونږ په کلتور کې افغانی ممیزات نورهم وروزل شي .  که څه هم زمونږ اسلامی او افغانی کلتور زمونږ ملی هویت تشخیصوی خو دساینس اوتکنالوجی دپرمختګ له امله اوس دټولې نړۍ ملتونویوله بل سره پراخه کلتوری اړیکی لري اونړیوال مدنیت په ټولوکلتورونو باندې تاثیرکړی دی . ځینی افغانان په دې نظر دي چې مونږ باید له غیر اسلامی کلتورونوسره اړیکې ونه لرو، انزوا اختیار کړو او یا خوله هغوی سره دښمني وکړو . مرحوم نومیالی له نړیوال مدنیت سره دپراخو اړیکو درلودلو ته ترجیح ورکوي، کلتوری انزوا اوله نورو کلتورونوسره دښمني رد وي ، له یوې خوا دبیلوبیلو کلتورونو او مدنیتونو سره دښو اړیکو دساتلو ملاتړ کوي خوله بلی خوادهغوي دکلتوری انحرافاتو دمخنیوی ملاتړهم کوي . „ ارواښاد نوميالى، زړه سواند، سپېڅلى، � �ښتينى، هوډمن، هڅاند او پر انډيوالۍ ولاړ وو. پراخ او ژور فکر يې درلود، دلويې فلسفې څښتن و “. * په ګران افغانستان کې د استاد نومیالی تلپاتې افغانی عقاید لوړ موقف لری .  ارواښادنومیالی درنې کورنۍ ، دده ټولو ا� �ادتمندانو او همدارنگه د هېواد علمي کړيو ته دهمدردۍ دمراتبو په وړاندي كولو سره، ځان د هغوي په دغه غم کې ش� �يک بولو او دهیواد لپاره یې ستره ضایعه ګڼو .  د اروا ښاد استاد نومیالی روح دې ښاد وي او جنت فردوس دې ځای وي  په درناوي جمال رحمان او انجنیر شېر ساپی ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ� �ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ * / علامه رشاد اکاډيمي دخواخوږۍ پیغام - دبېنوا ویب پاڼه ",د استاد نومیالي افغاني عقاید لوړ موقف لري 5206,," په ډيره خواشينۍ سره می دا خبر تر لاسه کړ چي ډير پياوړی، استاد ،ليکوال او د پښتو ژبې د بڼ پتنګ استاد نوميالی د دې نړۍ سترګي پټی کړی- انا لله وانا اله راجعون.له پخوا څخه د استاد نوميالی له نيک او سپيڅلي نامه سره اشنا وم او بيا وروسته می په مسکو کې د خدای بښلی استاد سره څو ځلی په ادبي بنډارونو کې ګډون کړی و. استاد ډير مهربانه انسان و، د سپيڅلې خويونو،تقوای او لوي حوصلی خاوند و. د ده مړينه ټول هيواد او په ځانګړی توګه د پښتنو په علمي او تحقيقي ټولنو کې ډيره ستره تشه ګڼم- خدای بښلي ته د فردوس جنت او  د ده کورنۍ او د هيواد ټولو فرهنګ پالو لپاره د څښتن تعالی څ خه د پوره حوصلی غوښتنه کوم. څه ښه وايي؛ ً چي سل دی ومره  خو يو دی مه مرهً دولت وزيریب� �يتانيا  ",له برتانیا څه دښاغلي دولت وزیري د خواخوږۍ پیغام 5207,," په افغانستان كي د ناټو وياند وايي چي د دغه ځواكونو برېتانوى قومندان جنرال ډيويډ ريچارډ پاكستان ته سفر كوي.داسي ويل كېږي چي جنرال ريچارډ به پاكستان ته خپله لومړنۍ ليدنه د بلوچستان ايالت د كويټي له ښاره پيل كړي او هلته به پاكستاني چارواكو ته ځيني داسي اسناد او شواهد وښيي چي د طالبانو سره د پاكستان مرستي په زبات رسوي.د لندن سنډې ټايمز ورځپاڼي د دغو اسنادو په اړه يو خبر خپور كړى چي وايي دا اسناد د افغانستان، امريكا او ناټو د ګډو استخباراتي عملياتو لاسته راوړنه ده.كويټه د پاكستان د بلوچستان ايالت مركز او د افغانستان پولي ته څرمه غټ ښار دى چي د طالبانو تر ټولو فعاله مركز ګڼل كېږي. چي نن هم د پاكستان حكومت د دغه ښار له كچ� �اك، سرانان او ځينو نورو سيمو څخه د ۲۸ طالبانو د نيول كېدو خبر وركړى دى.كه څه هم پاكستان ته د جنرال ريچا� �ډ د سفر موخه په ښكاره د ترهګرۍ په وړاندي د افغانستان، ناټو او پاكستان ترمنځ د ګډو همكاريو ترسره كېدل او له يو بل سره د عملياتو شريكول ښوول شوي دي. خو د ځينو سياسي شنونكو په اند ښايي جنرال ريچارډ له پاكستاني چا� �واكو څخه د پاكستان ځينو برخو ته د القاعدې او طالبانو په وړاندي د عملياتو د غځولو غوښتنه وكړي.ناټو له تې� �ي ۵ شنبې راهيسي په ټول افغانستان كي له ايتلافي ځواكونو څخه د طالبانو او القاعدې په وړاندي د پوځي عملياتو م� �ري پر غاړه اخيستې ده. دا په داسي حال كي ده چي د افغانستان له جنوبي سيمو څخه هره ورځ د چاودنو، ځانمرګو ب� �يدونو او آن مخامخ جګړو خبرونه وركول كېږي چي افغان چارواكي د دغو ناامنيو پړه د پاكستان پر حكومت ور اچوي. خو پاكستان يې هر ځل په كلكه ردوي. ",جنرال ډيويډ ريچارډ پاكستان ته سفر كوي 5208,داستادکورنۍ," په دنمارک مېشتو افغانانو له ا� �واښاد استاد نومېالی سره اخری لېدنه اوورستۍمخه ښه و کړه. . نن دجمعی مبارکه ورځ د1385کال دتلی ( 21 نېټه په دنمارک کې مېشتو ويرجنوافغانا نو د البورک او کوپنهاګن په ښاروکی دارواښاداکاډېمس کاندیداستادمحمدانور((نومېالی)) دجنازی په مراسمو کی برخه واخېسته اوخپلی ورستۍ لورېنی اوپېرزونېی ورته ډالی کړی اوله وعدی سره سم جنازه افغانستان ته ولېږدېده . اروا ښاد استادنومېالی زموږدهېواد پېژندلی شو ی ملی شخصېت،نامتواوپېاوړی متحهد لېکوا� �،نوښتګوشاعر،محقق،ژباړن اودپخی ارادی سېاستوال و. د ارواښادمړېنه دافغان ولس په پراخه ادبی اوفرهنګی ورشوکی ترټولولوېه ضاېع ګڼل کېږی. اوپد ی ډول سره به اوسنی رامنځ ته شوی تشه زمونږ دټولنی په ادبی او فرهنګی بهير کی تر ډير وخته پر ځای پاتی وی . په اورپاکی دتفاهم نهضت يوځل بيادارواښادکورنی،دوستانو،فرهنګی ټولنو او تول افغانانو ته خپل د خواږی مراتب وړاندی کوی او د لوی خدای(ج) له دربارځخۀ ورته دجميل صبر غوښتنه کوی . انا الله انا اليه راجعون. همدارنګه د ارواښاد استاد نوميالی له هغو دوستانو ،مينه والو اوفرهنګی ټولنوځخه چی داستاد د سپيځلی جنازی په ليږدولوکی له هيځ ډول ځان تيريدنۍ نه دريغ ندی کړی دزړه له کومی مننه کویاو بښوونکی خدای(ج) دی ورته اجرو نه ورپه برخه کړی. د استاد نوميالی روح دی ښاد اوفردوس جنت د ځای وی.          په اورپاکی دتفاهم نهضت لخوا .   ",ډنمارک : دارواښاداستادنوميالي سره وروستۍ مخه ښه 5209,," ناپېژاندو وسله والو د ب� �يد په ترځ کې نن د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې زير کوه ته نيژدې په لنګر سيمه کې د يوه مخور په ګډون ٤ تنه وژلي او يو بل يې ټپي كړى دى. بريد هغه مهال رامنځ ته شوى دى چې د سيمي يو مخور ارباب عبدالبصير له يوشمېر خپ� �وانو سره د دغه ولسوالۍ د بازار څخه د خپل کورپه لور روان وو. د شينډنډ ولسوال د پېښي پخلى کړى او وايي په دې اړوند يې په سيمه کې پلټنې پيل کړي دي. ټپي کس د وژل شوي مخور زوى دى. ",په شينډنډ کې د يوه وسله وال بريد له امله ٤ تنه وژل شوي دي 5210,," د زابل ولايت مرکز (قلات) ښار ته نيژدې د يوه ښخ شوي ماين د چاودني له امله د ملي پوځ څلور عسکر نن ټپيپان شوي دي. چاودنه هغه مهال د ميزانې او قلات ښار ترمنځ سيمه کې رامنځته شوې ده، چې د افغان او ايتلافي ځواکونو قطار له سيمې څخه د تېرېدو په حال کې وو. يو طالب وياند قاري يوسف ادعا کړې ده، چې په چاودنه کې يې د دښمن ٨ تنه له منځه وړي دي. خو د زابل د پوليسو مشر بيا يوازې د ٤ تنو عسکرو د ټپي کېدو خبر منې او وايي ايتلافي ځواکونو ته زيان نه دى رسېدلى. ",په زابل کې ٤ تنه افغان سرتېري ټپيان شوي دي 5211,," يو افغان پوځي چارواکى جنرال � �اسم ادعا کوي چې پرون يې د اروزګان د چارچينوپه ولسوالي کې د ګډو عملياتو په ترځ کې ٢٠ تنه وسله وال طالبان وژلي دي او يوه اندازه وسله او پوځي توکي يې لاسته راوړي دي. خو طالب وياند قاري يوسف بيا ادعا کړې ده چې د جګړې پر مهال يې ٢٠ تنه کورني او بهرني پوځيان وژلي او ټپيان کړي دي. ده منلې چې ٥ طالبان مړه او ٣ نور ژوبل شوي دي. جنرال قاسم د طالبانو ادعا ناسمه بولي او وايي يوازې يو افغان عسکر ټپي شوى او ناټو ځواکونو ته زيان نه دى � �سېدلى. ده ومنله چې د طالبانو په ځپلو کې ناټو ځواکونو ورسره مرسته کړې ده. ", چارواکي: په ارزګان کې ٢٠ تنه وسله وال طالبان وژل شوي 5212,," د پاکستان پوليسو د ب� �وجستان له مرکز کويټي ښار د پښتون آباد په سيمه کې ٤٨ افغانان له طالبانو سره د تړاو په تور نيولي دي. له دې نه وړاندې هم ګڼ شمېر افغانان په ورته تور نيول شوي دي. عينى شاهدانو بېنوا ويبپاڼي ته وويل نيول � �وي کسان بېګناه وګړي دي، چې د جګړو او نا امنيو له امله دغه هېواد ته د خپل سر د خونديتوب په موخه راغلي دي. ",له طالبانوسره د تړاو په تور ٤٨ كسان په کويټه کې نيول شوي 5213,," هغه جګړه چې د کرمي ايجنسۍ د پاڼه جنار په سيمه کې د يوه زيارت په سر د سنيانو او شيعه ګانو ترمنځ يوه اونۍ وړاندې پيل شوې لا هم روانه ده او له امله يې � �٥ کسان مړه او ٤٥ تنه ټپيان شوي دي. په سيمه کې عيني شاهدانو بېنوا ته وويل دواړه لوري له سپکو او درندو وسلو څ خه کار اخلي او د قومي مشرانو يوه شل کسيزه جرګه زيار باسي چي د دواړو ښکېلو اړخونو ترمنځ جوړ جاړى رام نځته کړي. ",د کرمي ايجنسۍ د جګړې د قربانيانو شمېره ډېره شوه 5214,," د تاجکستان امنيتي چارواکو هغه ١٣ تنه افغانان، چې د لنډې مودې له پاره د غلاوو، پاسپورټونو د نه لرلو او نيشه يي توکو د قاچاق په تور په هغه هېواد کې بنديان شوي وو، نن خوشي شوي او افغان چارواکو ته يې سپارلي دي. نوموړي کسان د تخار ولايت اوسېدونکي دي. د تخار د پوليسو مشر له بېنوا سره د يادو شوو کسانو خوشي كېدل ومنل او هيله يې څرګنده کړه چې د تاجکستان چا� �واکي د نورو افغان بنديانو په هکله هم ورته ګام پورته کړي . ",له تاجکستان څخه ١٣ تنه افغان بنديان خوشي شوي دي 5215,ميرويس جلالزى,"   د كابل د امنيه قوماندانى له جنايي جرمونو سره د مبازې مشر علي شا پكتياوال وويل دا كس عبدا� �حكيم نومېږې چي تېره شپه پوليسو په كابل ښار كې په داسې حال كې نيولى دى، چي ورسره د ځانمرګو بريدونو لپاره د بم ونو د جوړونې چاودېدونكې  توكې هم ول. پكتياوال دا هم وويل چې نيول شوي كس اقرار كړې چې د افغانستان د پولي اخوا يې په يو شمېر اډو كي ترهګرېزې زدكړې تر لاسه كړې دي او د بګرام په هوايې اډه يې دوې توغندۍ هم توغولې دې.   ",په كابل كې د ترهګرو يو وتلى مشر ونيول شو 5216,ميرويس جلالزى," پوليس وايې چاودنه د ۱۰ بجو په شاوخواكې د خوګياڼيو په ولسوالې كې د دولتې ځواكون پر يوه كاروان شوې ده چي ۵ تنه پكښي وژل شوې دي. د وژل شويو كسانو په ډله كې د خوګياڼيو ولسوال عبدالجبار، امنيه قوماندان سميع الله او د امنيت آمر فاروق هم شامل دې چي د دوى تر څنګ يو بل پوليس  او يو لاروى هم وژل شوې دي. ويل كېږې چاودنه هغه وخت رامنځته شوه چې د دوى موټر پر يوه ښخ شوې ماين وخوت. طالب وياند ډاكټر محمدحنيف د پيښي مسوليت په غاړه واخيست او په كندهار كي يې د بېنوا ويبپاڼي خبريال ته وويل دا يو ريموټ كنټرول بم وو چي د ده په وينا د دولتي ځواكونو دوه موټره او د هغه ټول سپرلي يې له منځه وړي دي.   ",په ننګرهار كې يوه درنده چاودنه وشوه 5217,ميرويس جلالزى," نړيوالو خبري رسنيو دا كسان د پلازمينې بغداد سويل ته په يوه سيمه كي چي نوم يې نه دى اخيستل شوى په نا څرګند دليل په نس ناستې ناروغي اخته شوې دي چې تر اوسه يې ۳ تنه مړه شوې هم دې. په عراق كي چارواكي وايي چي مسموم شوي كسان يې روغتون ته لېږدولي او د روغتيايې چارو ماهرين په دې كار كوې چې د پيښې اصلي انګېزه څرګنده كړي. ",په عراق كې ۱۲۰۰ تنه مسموم شول 5218,ميرويس جلالزى,"    په هغه بيان كې چې د ناټو په مشرې د نړيوالو سرتېرو له قوماندانې څخه خپور شوى راغلې چې دا كسان له ايتلافې او افغان پوځيانو سره د نښتې پر مهال د پكتيكا په ولايت كې وژل شوې دې. په دې نښته كې د افغان پوځيانو او ايتلافې عسكرو د وژنې په اړه راپور نه دى و� �كړل شوى.",ايتلاف: ۵ تنه شكمن طالبان وژل شوي دي 5219,," عبدالله پتمن/كابل شمالي کوريا تر ځمکې لاندي خپله لومړنۍ اټومې تجربه ترسره کړه. د دغه هيواد د خبري اژانس له قوله دغه ازموينه په بشپړ برياليتوب سره ترسره شوه. حکومتې چارواکو دا ازموينه د دغه هيواد لپاره يو ستر او تاريخې برياليتوب وباله. شمالې کوريا تېره اونۍ د دغي ازموينې خبردارى ورکړى وو.د سويلي کوريا ولسمشر د امنيتي چارواكو لوړ پوړې غونډه رابللې ده. چين او جاپان د يکشنبې په ورځ په بيجنگ کې يوه غونډه کړې وه چي پکې پ� �ېکړه شوې وه. چي د شمالې کوريا دغه عمل به و نه زغمي. خو د شمالي کوريا حكومت د ټولي نړۍ له مخالفت او ګواښونو س� �ه_سره نن دا عمل ترسره کړ. ",شمالي كوريا اټومي ازموينه ترسره كړه 5220,," په ډیره زیاته خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ چه د هیواد یو وتلی علمی شخصیت د علومو د اکاډیمی غړی کاندید اکاډمیسن محمد انور نومیالی د خپل هیواد د غیږی څخه لری له فانی نړی سترګی پټی کړی. ارواښاد نومیالی یو زړه سواند، سپیڅلی، په هیواد مین او د لویی فلسفی خاوند وه.    د ارواښادنومیالی کورنۍ او د هېواد علمي کړيو ته دهمدردۍ دمراتبو په وړاندي كولو سره، د خوږیاڼیو د ملی یووالی او پرمختیا ټولنه د هغوي په دغه غم کې ځان د لوی ننګرهار په استازیتوب شريک بولی او دهیواد لپاره یې ستره ضایعه ګڼو .   د اروا ښاد استاد نومیالی روح دې ښاد وي او جنت فردوس دې ځای وي  دخوږیاڼیو د ملی یووالی او پرمختیا ټولنه ",دخوږیاڼیو د ملی یووالی او پرمختیا ټولنی پیغام 5221,"ځوان دادووال","  ځوان دادووال_ کاب� �   افغا نان د هندي ډرامو په منگولو کې را گير دي . دوى د افغانستان د کلتور له وزارت او خداى بښلي دولت نه دخلاصون کومه هېله نه لري . خو هغه ژبه ور فرهنگيان ، دقلم خاوندان او هغه دچا په خبره کره کتونکي او � �اعران هم چوپه خوله ناست دي . دافغانستان ټول تلويزيوني چينلونه دهندې ډرامو په مټ دافغا ني کلتور د بيخ ايست� �و لپاره ملاتړلې . زه ددغو ډرامو په متبتو اړخونو سترگې نه پټوم خو دافغانا نو لپاره يې ٩٠ په سلو کې په زيان بو لم . که تاسو د سو ماليا ، بوسنيا او نورو جنگ ځپلو ملتونو تاريخ ته ځغلنده نظر واچوى له دغه ډول کلتوري ير غل سره نه وو مخامخ . زما د تلويزيون مشران کېداى شي خپلې سوداگرۍ او بزنيس ته پام وکړي . خو ښکاري چې دوى زما دکور منځ ته د هندې او ايراني کلتور د راوړلو اجازه د کلتور له وزارت او ولسمشر نه تر لاسه کړې ده . د خوا� �ينى ځاى خو دادى چې لوى او واړه ، لوستي او نالوستي پوه او ناپوه ټول دغو بهرنيو ډرامو محا صره کړي . دافغانستان په ولسي جرگې ، مشرانو جرگې کابيني کې ددغه ډرامو مينه وال لري . هيڅو ک ددغه کلتوري يرغل په غم کې نه دي .که دغه کلتوري يرغل ډير را سره ونه مني . خو روڼ مثا ل يې د کابل ښار د ودونو په هوټلونو کې تر سترگو کيږي . که تا سو وگو رى نو هندې ښځينه جامې ( ساړي) هندې نارينه جامې تور کميس او سپين پرتوگ اوس زما د ځوانا نو فرهنگ گرځېدلى . لېرې نه ده چې په افغاني ټولنه کې يوې ښځې ته د طلاق ورکول همدومره ساده شي لکه په دغو هندي ډرامو کې چې د ېوې گوتې په ويستلو هر څه پاى ته ورسېږي ، ستاسو محکمې به ډېر ژر ددغه ډول ډرامو شاهدې وي . محبت ډېره پاکه کليمه ده خو دغو هندې درامو ترې يوه مسخره جوړه کړي او ټولو ځوانانو ته دا سې لار ښونه کوي چې که تاسو په افغاني ټولنه کې دغسې جرات وکړ نو کومه ستونزه نه لري .  دغه ډرامې دناروا اړيکو د روا بللو او هغه ته د يوې لارې او دلايل پيدا کول هم ښيي چې په غير مستقيم ډول افغان پيغلو ته دورته هڅې او دلېل راوړلو لار ښونه کوي .  ځوانان يې له ليک لوست نه غورځولي او ماشومانو ته يې زهني مصروفيت پيداکړي .تنکي ځوانانو او حتى ماشومانو ته د نجونو سره د اړيکو د ټېنگولو لارې چارې ښيي .   په هرصورت کم او زيات مثبت پاينټونه هم لري . خو سوال دادى چې ولې په دومره کم لگښت سره دغه تلويزوني چارواکي  دافغانې ارزښتونو په پام کې نيولو سره دغه ډول ډرامې نه جوړوى .   افغانان هم ښه تاريخي وياړونه او ښه کلتور لري خو کله به هم هنديان له تاسره دهغه دمنلو جوگه نشي . زموږ په تلويزونونو کې دماښام له ٦ بجو نه د شپې تر ١٢ بجو او بيا څو ساعته دورځې ډول ډول هندې ډرامې ف� �مونه او سندري خپريږي. له دې ټولو داسې ښکا ري چي هندې کلتور په افغانستان او افغانې ټولنه کې ښې منگولې خښې کړېدې . د بيان او مطبوعاتو د ازادى ، دتفريح او بهرنيو ډرامو د خپريدو مخالف نه يم خو په دومره کچه نه چې زموږ په پارلمان ، پوهنتونونو ، ښونځيو ، دفترونو او نورو اکاډميکو مرکزونو کې لوى او واړه ددغو ډرامو په تگرار بوخت وي . هيڅ ځوان د اسلام صحابه کرامو ، اسلامې اصولو ، دلمانځه د پوره مقرراتو ، خلفاى راشيد ينو ، افغاني تا� �يخ او اتلانو په باره کې معلومات نه لري . خو له نيکمرغه دهند دفلمي او ډراميي ستورو پلار نيکه ، غورنيکه ، د زيږيدو نيټه ، ذوق ، دهريوه د په زړه پورې خواړو او نور په اړه زرگونو ډوله معلومات لري . وگورى مينې او اغيز ته .که چاته ٣٠ ثانيي د اسلام کيسه وکړې سمدلا سه د القاعدې ټا په درباندې لگوي .    په هر صورت نه غواړم دېر اخوا او ديخو ولاړ شم خو پوهانو ته همدومره کافي ده او هغه چې نه پوهېږي هغه دې خداى پوه کړي .  خداى بښلى دولت خو مو په سياست کې تر پوزې ډوب دى او چار واکې مو تر ډېره د خپلو جيبونو په ډکولو بوخت دې . نو همدا يو  شاعر او ليکوال را پاتې وو چې وخت نا وخته به يې قلم خوله لگوله خو دهغه دقلم رنگ هم پاى ته � �سيدلى بريښي او ژبه يې تڼاکې، که نه دومره هم بې غوره نه وو لکه چې ښکاري . ",اېا هندې ډرامو زموږ په کورنيو يرغل نه دى کړى 5222,سیدافضل رسولی ویسا," شین  سالو د بهار  به  اغزو  د  خزان  پ� �یوت      چنکال دې  مایوسی  په  اسرو  د  جانان  پریوتپه  امید دې سبا  مې اوږدې  شپې سبا کولې       دحسرت اوښکو جام په کوڅو د ګریوان پریوت  مات دی  رباب  د  مینې  شلیدلی  یې  تارونه       اثر  د  غمونو  په  لحظو  دې    زمان    پریوتپریږده ای ویسا نور هسې هم تالا والا شوې        له هجره  داغ  زړه دې  په  لمبو  دې  نیران  پریوت ",داغ زړه 5223, لعل الدين ( اريوبي ),"  چې مې پۀ خوب کې ځوروې ليونۍ = ولې پۀ ويښه نۀ راځې ليونۍ ز� �فې دې پورته کړه دښکلې مخه = څوک به پۀ دار وځړوې ليونۍ ستانرۍسرې شونډې او سپينه خولګۍ=چې په خندا شې زړونه وړې ليونۍ پر تا دحسن ذکاتونه اوړي= يوه خولګۍ به راکوې ليونۍ پۀ غټو سترګو دومره غټ غمونه = دا م اته ولې راکوې ليونۍ غم دې ايرې کړم غم دې ولی کړمه=اوس به مې څۀ علاج کوې ليونۍ ما ( لعل الدين ) هم ليونی وګڼه =چې داسې سترګې توروې ليونۍ  ", ليونۍ 5224,عبدالخالق ساپی,"     مونږه ټوله سره يو و په يوه بيړی کی ناست و سمندر ارام ارام و لکه شنی اوبه دجام مونږ دشنه اسمان مشعل ته توری شپی رڼاکو� �ی هر سهارمووه نيکمرغه هر ماښام مو وه له بزمه ټول روان په خوږ مزل و نه مو جرنه مو جنجال و يو ناڅاپه دشماله(قطب) لعنتی بادونه سر شول توری وريځی شوي راپورته شين اسمان په غړغړوشو سمندرپه ټوپيدو شو زمونږ بيړی ئی طوفاني کړه څوک لاهو شول په طوفان کی چاځانونه � �ا بهر کړل دچا ميندی شولی بوري  دچاخويندی شوی تروری چا نه ورکه شوه ليلا چانه ورک شوخپل مجنون دشمال باده ! زمانه که ياري وکړی دابه خداې ټوله پيداکړي بيابه ټول سره خنديږ ی بيابه ټول سره نڅيږی ته به نه ئی  ټول به ناستوی ته   به    ژاړی  مونږ به خاندو ويانا ٨ے٥ے٢٠٠٦ ",طوفانی بيړی 5225,," په ډېر غم او درد سره خبره شوم چي د هيواد نوميالى ليكوال، څېړونكى، ژباړونكى، شاعر د افغانستان د علومو د اكاډمۍ غړى، سياسي او ټولنيز شخصيت كانديد اكاډمېسن استاد محمدانور نوميالي په ناڅاپي ډول له دې نړۍ سترګي پټي كړې او له موږ نه جلا شو.په داسي حال كي چي د هيواد ټول ادبي او فرهنګي شخصيتونه د استاد نوميالي د مړېني له كبله غمجن او خواشيني دي، خپله ژو� �ه خواخوږي او خواشيني د هغه د مړېني له كبله څرګندوم.استاد نوميالى په ماسكو كي د خپلي استوګني په وخت كي د ليمه مجلې دايمي همكار وو او هغه مجله د استاد په ګټورو مشورو خپرېدله.په پاى كي د استاد د كورنۍ ټولو غړو او دوستانو ته د زړه صبر غواړم او د هغه ارواښاد اروا ته د بخښني دوعا كوم.                               &nbs; p;                               & nbsp;        عارف خزان                             &nb; sp;                                        د بالتيمور ښار                                 ;                               &n; bsp; د امريكا متحده ايالات ",د ليكوال او شاعر عارف خزان د خواشينۍ پيغام 5226,," په خورا خواشینی مو د هیواد دوتلی اونامتو پوه، څیړونکی، لیکوال او ستر فرهنګی شخصیت ، خدای بښلی کاندید اکادیمیسین انور نومیالی صاحب دم ړینی غمجن خبر ترلاسه کړ ٠نومیالی صاحب چی خپل ټول عزیز عمر زموږټولنی ته دفرهنګی خدمت یعنی علمی تحقیق، علمی لیکنو، اکاډیمیکوبوختیاو، او کلتوری بډاینی اوپراختیاپه لیارکی وقف کړ، له دی نړی نه په تګ سره یی په علمی اوفرهنګی برخه کی لویه تشه رامینځ ته کړه، هغه په خپل څو بعدی علمی،اکاډیمیک او ادبی شخصیت دهیوادپه پوهیزاوفرهنګی اسمان کی یو له ډیرو رڼواوځلیدونکو ستورو ځنی و چی په ناڅاپه را پریوتویی درست راڼه زړونه د� �دمن کړل ٠نومیالی صاحب دخپل زیاراو باثمره ژوند په مټ داسی ستر علمی فرهنګی میراث پرییښی چی نننی اورات� �ونکی نسلونه به فیض ځنی اخلی اودده هڅو اومقام ته به تعظیم او درناوی کوی ٠په ټولوهیوادوالو اوخاصه توګه پښتنو وروڼود هغو سترو خدمتونو اودپام وړ اکاډیمیکو، څیړنیزو او پوهیزو لاسته راوړنوسره دنومیالی صاحب لوی حق پاتی کیږی چی دبا فرهنګه او ژوندی ملت په توګه بایددهغه اودهغه دشتمن علمی میراث همیشنی لمانځنه او درناوی وکړی اوپه دی توګه یی وړ حق ادا کا ندی ٠په سویدن کی دقره کمر دهمکاری فرهنګی ټولنه دنومیالی صاحب د مړینی � �ه امله دژوری خواخوږی مراتب ټولوهیوادوالو، علمی کړیو، فرهنګی ټولنی اوپه تیره دنومیالی صاحب پتمنی کورنی ته په درناوی سره وړاندی کوی او هغه ته درب العزت له لوری دلوریینی او جنت الاعلی خواست کوی ٠ په سویدن کی د قره کمر دهمکاری دفرهنګی ټولنی مشر محمداجان غلجی ",د قره کمر دهمکاری فرهنګی ټولنی دخواخوږی پیغام 5227,,"  په ډېرې خواشينۍ سره مې د افغاني ويبپاڼو له  لارې د خدای بښلي ارواښاد محمدانور نوميالي د مړينې خبر تر لاسه کړ. لکه څنگه چې دده نوم نوميالی وه همغسې دی د خپل وطن او خلکو ته د خدمت په وړاندې يو نوميالی وه. دغه وطنپرست انسان د خپلو خلکو او په خصوص کې د پښتو ژبې لپاره ډېر وړ خدمتونو کړي. ما لومړ ی ځل دا پياوړی اکادميسن په مسکو کې ملاقات کړو کله چې ما دده سره د گران ملگري ډاکټر شيرحسن په کور کې وليدو دده تحليل اود افغانستان په هکله دده معلومات ماته دا را په گوته کړه چې نوميالي صاحب خپل وطن ته څومره لوی خدمتونه سرته رسولي دي نوميالي صاحب په روسي عربي انگلسي پښتو دري اوډنم ارکي ژبه پوره تسلط درلود.  د همدې ژبو څخه يې زيات کتابونه په پښتو ژبه ژباړلي. زه ددې  ليدو نه وروسته  دده س� �ه په رابطه کې وم اودده زيات ليکل شوي کتابونه ما مطالعه کړل او د نوميالي صاحب زياتې مقالې چې ټولې د گران هيواد افغانستان د اوسني اوتير وخت کره کتنې پکې شوې مالوستلي .  درنو دوستانو پياوړی او خلکو ته گران نوم يالی له دې پاني دنيا څخه په داسې حال کې سترگې پټې کړې اود خپلو خلکو څخه خدای پاماني وکړه چې لا دده ارمانونه نوه سرته رسيدلي ده غوښتل چې د خپلو خلکو لپاره د خپل قلم په ذريعه داسې لارې چارې ولټوي چې ددې وطن د خلکو د سعادت اوخوشبختۍ سبب شي خو ژوند وفا ونکړه اودی يې له مونږ څخه واخستو . زه ده ته د لوی خدای ج په دربار کې م غفرت غواړم.  دی د خلکو په منځ کې لوړ ځای لري او نوم يې همېشه  ژوندی دی. ومن لله توفيق محم داقا شيرزاد سويډن مالمو   ",د ارواښاد وتلي څېړونکي اوسياست پوه په ياد! 5228,ميرويس جلالزى," په دې و� �ستيو ورځو كې د رسنيو او سياسي كړيو ترمنځ تر ټولو توده موضوع  د بيل فيرسټ له څ� �ګندونو وروسته زېږيدلې ده. ښاغلى فيرسټ د امريكا د سنا د اكثريت مشر ده او افغانستان ته په راتګ يې د زابل په و� �ايت كې د ولايتې بيا رغونې ډلې  له سرتېرو سره د ليدو پر مهال يو داسې موضوع څرګنده كړې چې له دې يوه مياشت وروسته پرې خلګو پټې_پټې ګنګوسې كولې كله خو ځېنو رسنيو په ښكاره ډول ترېنه يادونه هم وكړه خو دا يادونه پخه نه وه. ښاغلي فيرسټ وويل چې د طالبانو په وړاندې روانه جګړه د حل لاره نه ده، ده وويل د حل لاره به دا وې چې � �ه طالبانو څخه غوښتنه دولت ته د ورګډېدو غوښتنه وشې او د دولت په جوړښت كې ورته سياسې ونډه وركړل � �ې. د امريكا د سنا مجلس د جمهورې غوښتونكو مشر چې خپلو پوځې مشرانو ته يې په كلات ښار كې خبري كولې په وضاحت يې دې ټكې ته اشاره وكړه چې له  كو� �نيو نا رضيانو سره بايد د خبرو اترو لپاره په روان حال كې افغان دولت او د هغه بهرني ملاتړي ځنډ ونكړي. د امريكا د سنا د دې چارواكې دا څرګندونې خو نا څاپې او خطايې لكه زموږ د ځينو سناتورانو د ويناوو په شان د هغوى له خولې نه وې وتلي. له دې څرګنده شوه چي د امريكا ولسمشر بوش چي په خپله هم د جمهوري غوښتونكو له ډلي څخه دى، دې ته حاضر شوى چي په افغانستان كي له خپلو مخالفينو سره د خبرو لپاره راوړاندي شي، په داسي حال كي چي هغه تر اوسه رسماً كومه داسي غوښِتنه په خپلو ويناوو كي نه ده مطرح كړې، خو په غير مستقيم ډول به د دې ويل غ� �ط نه وي چي د سناتور فيرسټ ژبه د بوش ژبه ده. اوس دې خبري څه نا څه رسمي وضاحت تر لاسه كړ، چې د امريكا دولت هم په دې خبره اوس پوه شوى چې طالبان د دوى په وړاندې � �ديد مقاومت كوې او د دې توان هم لري چې په بېلابېلو جبهو كې له بهرنيو سرتېرو سره وجنګېږې او بايد د يو قوت په ست� �ګه ورته وكتل شي. د سناتور فيرسټ له خبر څو اونۍ مخكې په افغانستان كې د امريكايې قواوو مشر جنرال كرل اكن بيرې ويلې وو چې طالبان د اندېښنې وړ پياوړې نه دې او د افغانستان په ځينو سويلې ولايتونو كې څه نا څه نفوذ لرې او بس. خو د امريكا د حكومت او مقننه قوې تر منځ په پرتو نظريو كي هم ستر توپير برېښي هغه دا چي د جمهوري غوښتونكو د ګوند سناتوران چي د بوش ملاتړ لري په يو نظر او د حكومت پوځي جنرالان بيا بېل نظر لري، خو په اصل كي د امريكايي سناتورانو نظر د ډېرو افغانانو اوسنى نظر دى. په � �وان حال كې د امريكايي وګړو او په افغانستان كي د نورو اروپايې هيوادو د سرتېرو د مړېني كچه مخ پر لوړېدا ده. دلته هر ورځ د يو او دوو ښونځيو د سوځولو، د انجين� �انو د يرغمل كولو، د ماين د چاودنو د نا څاپي خونړيو بريدونو او په لسګونو جنايي پېښو د تر سره كېدو خبرونه اورېدل كېږي، خطر ناكه خبر لا دا ده چي طالب جنګيالو اوس د خپلې مبارزې لمن پلازمېنې كابل ته هم رسولې ده. خو دا م بارزه مخامخ نه بلكي د ځانمرګو بريد كونكو په ترسره كولو او بس. دې ټولو پېښو ته په پام سره د امريكا م تحده ايالتونه او د هغو اروپايې پلويان د افغانانو د ستونزو په له منځه وړلو كې په روان حال كې د يوې غير منتظره ناكامي په لور روان دي.  د دې ناكامي د علتونو له سمندر څخه يو دا كېداى شي چي د ام� �يكا دولت تر اوسه دې ته پام نه دى كړى چې څرنګه كولاى شې د افغانستان  په ليري پرتو و� �ايتونو، ښارونو، كليو او ولسواليو كي د افغانانو په ورځنيو ستونزو ځان خبر او هغوى  له دې ځورونكو ستونزو وژغوري. زموږ افغانانو خو له بهرنيانو ډېر اميدونه لرل  او امريكايي لوړ پوړو مقاماتو له بوش نيولې بيا تر  رايس  او رامزفلډ پوري له تېرو ۵ كلونو راهيسي په هر وار چي افغانستان ته راغلل نو يې همدا يوه خبره په ژبو وه چي دا ځل به امريكا په افغانستان كي خپله پخوانۍ تېروتنه چي د روسانو له ماتي وروسته يې افغانان يوازي پرېښودل  تكرار نكړي  او امريكا له افغانانو سره په مرستو كي ژمنه ده. اما افغانان دې ژمنتيا ته اوس د شك په سترګه ګوري ځكه چي د امريكايانو د خبرو او عمل  تر منځ داسي ستر توپيرونه ليدل كېږي چي په پټو سترګو او توره تياره كي هم د لمسون وړ دى. امريكايان په دې عقيده دې چې ريښتيا هم د افغانانو ډېره برخه د هغوى د مرستو څخه منندوى دي، او له دې مننه كوې چې امريكا د دې هيواد د روښانه راتلونكې لپاره له ۵ كلونو راهيسې ډېر كار كړى او د امريكا مرستې هم ټولې پر ځاى  لګېدلې دې. ځېنې افغانانو په ۲۰۰۱ ميلادې كال كې د بن له تړون وروسته د خپلو ماشومانو د راتلونكې ژوند لپاره د يوې ښې راتلونكې هيله مندې موندلې وه خو اوس دا هيله مندې په چاودنو كي وژل شوي ښكاري. خو د امريكايانو دا باور ځكه غلط دى چې اوس د ليري پرتو ولايوتونو اوسېدونكې خو لا څه كوې چې د ښارو استوګن هم له خپل هيواده يو ځل بيا زړه تورې شوې او نه پوهېږې چې راتلونكې به يې څنګه وې ؟ كه د پلازمينې كابل په ګرد چاپېر ولسواليو او كليو كې د خلكو ژوندانه ته نظر واچول شې، اوسېدونكې د اوبو، ب� �ېښنا، ټلېفون، سړك او  ټرانسپورټې خدمتونو له نه شتون سره چي د هر هيواد يو وګړى يې د درلودو حق لري مخامخ دې. ډېرى خلګ كورونه نلرې چې پكې شپې ورځې سبا كړې. د دولتې ادارو تر۵۰ فيصدو ډېر مامورين شخصې استوګن ځايونه نلرې. په ډېرو ولايتونوكي دولتي ودانۍ په سترګو نه ليدل كېږي په ځينو ولايتونو كي رسمي مام ورين په اوسپنيزو كانټينرونو كي كار كوي . امريكايان چې د پوليسو او ملې پوځيانو په روزلو كې ځان د ستري ونډې خاوندان بولې تر اوسه په دې نه دې توانيدلې چې پوليسو ته د اړتيا وړ زدكړې  و� �كړې. په غټه شمېره پوليس كافي سواد خو يې څه كوې حتې په دې هم نه پوهېږې چې خپل نوم ولېكې او د كوڅو او واټونو په څنډو كې ولاړې لوحې ولولې. دا ټول هغه څه دې چې طالبان ترېنه ګټه پورته كوې او غواړ ې د نړيوالې ټولنې د نيم ګړتياوو تر چتر لاندې يو ځل بيا د عامو افغانانو ملاتړ خپل كړې او څه نا څه يې دا كار كړى هم ده، ځكه چې د امريكا د سنا د جمهوري غوښتونكو د ډلي د اكثريت مشر ښاغلي بيل فيرسټ هم دا ومنله چې طالبانو د ځينو سيمو د اوسېدونكو په منځ كې خپلې ريښې پراخې كړې دې او د هغوى ملاتړي اوس ډېر شوي دي. د بيل فيرسټ ملګرې د امريكا د سنا د مجلس د � �وغتيايې چارو د سناتور په وينا كې بيا د ښاغلې فيرسټ سره څه نا څه توپير وو، په ظاهرې بڼه داسې ښكارې چې هغه غوښتل د خپل ملګرې خبرې څه نا څه ترميم كړې. دا ترميم په دې معنى چې دوهم سناتور افغان طالبان په دوو ډلو ووېشل، هغه وويل چې د افغانستان حكومت بايد هغو طالبانو ته د سولې بلنه او په حكومت او سياسي بهير كي د  ورګډېدو بلنه وركړې چې روان سياسي بهير ته د يو ګواښ په توګه متوجه نه وې او دا طالبان جرمې سابقه ون� �رې، جنايت كار نه وي او عام خلګ او بهرني عسكر يې وژلي نه وي. هغه وويل په افغانستان كې د روان كړكېچ لپاره كومه بله آسانه او جادويې د حل لاره نه ليدل كېږې. د ښاغلي فيرست په خبرو كي يو بل څه چي ورته پام كول اړين وو هغه دا وو چي هغه ويل  كه په افغانستان كې طالبان له دولت سره د ورګډېدا له چانسه ګټه پورته كړې نو داسې به هم نه وې چې له هغوى پوښتنه ونشې. دا ښه كار ده چې هغوى سياسي بهير ته له ورګډېدو مخكې د افغانستان له خپلواكۍ او د يو افغان وګړي له ټولنيزو امتيازاتو پوره باخبره شي او په دې هم پوه شې چې ښځې او نا� �ينه اوس په افغانستان كې مساوي حقوق لرې......... د امريكايي سناتورانو دې ويناوو د افغانانو تر منځ هغو نا تايد شويو ګنګوسو ته څه نا څه ريښتينى رنګ وركړ چې څه موده وړاندي د مطبوعاتو له خوا خپرې شوې وي. په رسنيو كې راغلې وو چې افغان دولت او د ناټو ځواكونو پوځي مشران په پټه له طالبانو سره په دې خبري كوې چې هغوى ته د افغانستان په سياسې بهېر كې ونډه وركړې، نظرياتو ته يې غوږ ونيسي او خپلي غوښتني ترېنه مطرح كړي. د امريكا د دې دوو سناتورانو ويناوي په داسي يوه كړكېچن حالت كي د افغانستان لپاره د زخم پر سر د مرهمو د موښلو په څېر خوند لري. په ظاهراً به دا خبري په دريو ډلو خلكو سختي تمامي شي. لومړي : د شمالي ټلوالي جنګيالو ته چي له طالبانو څ خه ترخې خاطرې لري او هغوى طالبانو ته د خپلو سرسختو دښمنانو خطاب كوي. دوهم: هغي يوې ډلي ديموكراتو افغانانو ته چي ځيني د هيواد په دننه كي او ځيني په بهر كي د طالبانو له وېري شپې ورځي سبا كوي او د طالبانو د واكمنۍ پر م هال د هيواد پرېښودو ته اړ شوي وو. درېيم: هغو بهرنيو ميندو او پلرونو ته چي خپل ماشومان يې له همدې طا� �بانو سره د جګړې پر مهال د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو كي له لاسه وركړي، هغوى به د طالبانو او افغان دولت د خبرو اترو څخه داسي انګېرنه وكړي چي د دوى د بچيانو ويني نو په افغانستان كي نا حقه توى شوې. خو د امريكا د سنا دمجلس  د دې سناتورانو څرګندو نې د افغانستان په ګوټ_ ګوټ او له هيواده بهر هم  د افغان سياستوالو  د ستايلو وړ واقع شوې. د پكتيا د قومونو مشرانو د دې امريكايې سناتورانو له وينا څخه ملاتو وښود. د پكتيا د قومونو مشر ښاغلې احمدزې وويل : د دې دوو ام� �يكايې سناتورانو له وينا څخه شديد ملاتړ كوې او دوى له پخوا دا لاره غوره ګڼله خو تر اوسه نه ده عملې � �وې. هغه وويل دوى به ډېر ژر په دې اړه يو پرېكړه ليك صادر كړي او د حامد كرزې په مشرې له  دولت څخه به دا غوښتنه وكړې چې طالبانو ته په حكومت كې ځاى وركړې. ډېرى افغانان په دې باور دې چې د دې سناتورانو وروستۍ ويناوي د دې ښكارندويې كوې چې امريكايان د افغانانو په اوسنې حالت ډېر خواشينې دې او هڅه كوې چې په هر قيمت وكړاى شې د دې هيواد د وګړو امنيت خوندې كړې. خو د امريكا د سنا ديموكراتانو په جمهوري غوښتونكو نيوكه وكړه او د هغوى دا وينا يې د تروريزم په وړاندي جګره كې له ماتې سره يو شان وبلله . ديموكراتانو وويل : چې د امريكا دولت بايد طالبانو ته سپين بيرغ ونه رپوې كه نه نو د هغوى ټولې ۵ كلنې هلې ځلې به په افغانستان كې له خاورو سره خاورې شې. په داسې حال كې چې د افغانستان په دننه كې د بيل فيرسټ څرګندونې د ډېريو افغانانو د وياړنې وړ وګرځېدې خو په خپل هيواد كې ورته چنداني هركلى خو څه كوې چې مخالفت يې هم وشو، ډيموكراتانو بيل فيرسټ  د زړه د جراحۍ  متخصص ډاكټر  په ګوتو كړ. نه  يو امريكايې وطن پرست سياست وال. دا چي د سناتورانو غوښتنه به د افغانستان په دننه كې د افغانانو او له افغانستان بهر د نړيوالې ټولنې له  سلو څو فيصده رايه خپله كړي؟ او  دا چي دا خبري به څه وخت پيل شي ؟                                                               &nb; sp;                                                  كومي ډلي به يې مخالفت وكړي؟ حالات به خپله ځواب ورته ووايي. ",بې قيمته سوله! (د ميرويس جلالزي ليكنه) 5229,نقيب الله ځلاند، خوست," ميناکې نشه نشته شرابونه مصنوي ديمرسل کې نګهت نشته که گولونه مصنوعي ديامام کې تقوآنشته نه زاهدپه لاره دروميگومان مه کړۍ چې دلته جوماتونه مصنوعي دينه خوندنغموکې پاتې نه ټپې شته دملالېټول سره منگوټي مات شول گودرونه گودرونه مصنوعي ديناصحه زه مجنون يم که داخلک دي نادانهسيرت په چاکې نشته که فکرونه مصنوعي دينه دارشته نه منصورشته نه له سره څوک تيريږياوس ښکاري � �اته داسې چې عشقونه مصنوعي ديمزه په يآقربان اوپه غزل کې پاتې نه دهجذبې دمينې کمې که شعرونه مصنوعي ديپام پام ليونۍ نه يم دجنون په ژبه وايماې ښکليه نن دې ولې جوابونه مصنوعي ديځلاند به ولې نه ځليږي بياد� �مر په شانتېراځه چې غيږ په غيږ شوداخوبونه مصنوعي دي نقيب الله ځلاند،   خوست ",مصنوعي 5230,," ", 5231,"هديا الله هدايت - استراليا"," د ملګرو ملتونو سازمان د يو شپېتمي کليزي په درشل کې  هدايت ال� �ه   هدايت  د ۲۰۰۶ د اکتوبر لسمه د ملګرو ملتونو سازما ن  چې  تاداو يې د دوهم ي نړۍ والي جګړې په پای کې د جګړې دفاتحو هيوادو لخوا په کال ۱۹۴۵ د اکتوبر   پر۲۴ مه کښېښودل سو او د ملتونو د ټولني ځای يې و نياوه ،  اوس يې  دادی  د پيدايښت  څخه تر نيمي پېړۍ  زيات وخت   تېريږي . دغه سازمان د خپل  غيرډيموکراټيک جوړښت  په درلودلو سره   ﻻتر اوسه پوري   د نړۍ والي سولي د تأم ين  او دلانجو په حل کې د ملتونو او هيوادونو په زړو کې د يواځنۍ  اميد په توګه  پاتي سوی دئ  . د ملګرو ملتونو سازمان  په دغه موده کې  ډېري لوړي او ژوري ليدلي او دخپل منشور د هدفونو په تحقق کې د زياتو ستونزو سره مخامخ سوی دئ  . د نړۍ دډېرو هيوادو له نظره، د ملګرو ملتونو سازمان  د خپل موجوديت په دې کلونو کې د هغه د بنسټ ايښودونکو په ولکه کې راغلی او هغه يې دخپل د نفوذ د پرا خېدو په يوه  وسيله  اړولی دئ  . ډېر څ ېړونکي  وايي چې  دغه سازمان  په خپل اصلي ماموريت کې چې ددې سازمان د منشور په مقدمه کې ورته اشاره سوې ده، ناکامه  دئ . خو ځيني نور صاحب نظران بيا چې  د نړۍ  پرمختياوي په واقعبينانه توګه له نظره تيروي او ددې سازمان لاسته راوړنواو ستونزو ته  اشاره کوي  نو هغوی بيا  پر دې ټکي ټينګار کوي چې هغه يوازنی م ثبت نقش چې دملګرو ملتونو  سازمان تر دا اوسه پوري لوبولی دئ  هغه په واقعيت کې د دغه فرصت  را مينځته کول وه  چې دغه سازمان يې په دې و توانولی  تر څو د نړۍ کوچني او لوی هيوادونه  تره يوه چت لاندي سره را غونډ کړي او د دې نړۍ وال تريبيون په وسيله  هغوی خپل پيغامونه او غوښتني پخپله  د ټولي نړۍ و هيوادو  ته  ورسوي  . هغه څه چې د ملګرو ملتونو دسازمان  پر اجرأتو باندي، موافق او مخالف  هيوادونه  دواړه پر هغه  ټينګار کوي هغه ددې سازمان په جوړښت کې د اصلاحاتو راوستنه ده . ددغو اصلاحاتو په رڼا کې به دغه سازمان  و کولای سي د نړی د لانجو په حل او د سولي او ثبات په تأمين کې رغنده نقش و لوبوي  . دنړۍ زياتره ناپيېلي هېوادونه  چې دريمه نړۍ هم  ورته وايې او دملګرو ملتونو د سازمان د غړو لويه برخه جوړوي او اوس ديوه بالقوه ځواک په توګه ورته کتل کيږي   ددې غوښتني کلک ملاتړي دي  چې  په نړۍ کې د کړکېچ او لانجو د دائيمي  حل لپاره بايد د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا دي د هغو هيوادو د ولکې نه � �اوايستل سي  چې غواړي د دې سازمان   څخه  د خپلي نړی والي هژمونۍ او ګټو په خاطر کار واخلي   . خو د امنيت شورا دائمي غړي ددې  غوښتني سره مقاومت کوي او اصلاحاتو  ته  يوازي ددې سازمان په اداري او بودجوي برخو کې  غاړه ايږدي  . د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امنیت شورا په نړۍ کې دسولي او امنيت په ټينګېدو کې يو مسؤل رکن  دئ،  خو تر دا اوسه پوري دغه مهم رکن د دوهمې جګړې د ګټونکو هيوادو په منګلو کې را کښېوتی دئ . د امنيت شورا  چې  د امريکې،روسيې، چين، انګليس او فرانسې  هيوادونه يې دائمي غړي دي ، دغه هيوادونو ددوهمي نړۍ والي جګړې د ګټونکو هيوادو په نامه تر داوسه پوري خپل واک   په غير ډيموک� �اټيکه توګه   پر دې شورا باندي  ساتلی او ځانونه يې د ويټو دحق نه  هم برخمن کړي دي  . دغه هيوادونه  د امنيت   په شورا کې د نړی واله لانجو زياتره  پرېکړي په غير عادلانه توګه يا د ځان او يا دخپلو سيمه ايزه متحدينو د ګټو په چوکاټ کې  تصويب کړی دي او يا دا چې د ويټو په حق سره يې   ردکړي   . ددې پنځو دائيمي غړو نه علاوه د  امنيت شورا  لس نور لنډ مهاله غړي هم لري چې د عمومي غونډي لخوا يوازي ددو کالو دپاره ټاکل کيږي  او هر کال پنځه نور غړي د پخوانيو غړو په عوض کې ور باندي نوي کيږي .  د سږ کال لنډ مهاله غړي  د آرجنټاين ، د کانګو جمهورت  ،ډنمارك ،ګيانا ،يونان ، جاپان ،پيرو ،� �طر ،سلواكي او د ټانزانيا هيوادونه دي .  دتيري نيمي پېړۍ په دوران کې ددغه سازمان په جوړښت او د هغه په نړۍ واله خوځښت او هلو ځلو کې ډېر بېخکي اودپام وړ  بدلونونه او پرمختياوي را غلي  اود نړۍ  هېواد و نه اوولسونه هم د ډېرو ډراماټيکو بدلونونو او   پېښو سره مخامخ سوي دي   .  که په کال ۱۹۴۵کې د  دغه سازمان  د بنسټ ايښودنکو غړو شمير يوازي ۵۱ دولتونه وو،   نن دادی ددې  سازمان  غړي و ۱۹۲ هېوادونو ته رسيږي . د ملګرو ملتو سازمان   چې  د هماغه اوله س� �ه   يې خپل ماموريت د خپل منشور پر اساس   را  پيل کړی دئ   ،  د زياتو نورو مسؤليتونوپه درلودلو سره يې  دغه ﻻندي څلور عمده هدفو نه   و خپل مخي ته  ايښي   او د هغه  تطبيق  يې د ځان لويه نړۍ واله انساني او  اخلاقي وظيفه  بللې ده   : د نړیو الي سولي او امنيت ساتنه  د هيوادونو ترمينځ ددوستانه اړيکو ودهد نړيوالو لانجو  حل او فصل او د بشري حقونو په اړه  همکاريد هيوادونو دفعاليتونو د هماهنګۍ دپاره د يوه مرکز جوړول ددې سازمان د منشور په اوومه ماده   کې  و هغو ځانګړو  اقداماتو  ته هم وضاحت ورکول سوی دی  کوم  چې  و نړيوالي سولي ته ګواښ پېښوي  . د سړې جګړې په دوران کې او خاصتاً بيا دسړې جګړې او د دوه قطبي نظام په ختمېدو سره ډېر په دې باور وه چې و نوي نړی وال نظام ته د ګذار په درشل کې ، د ملګرو ملتو  سازمان به په دې و توانيږي  چې د ملتونو او هيوادونو د همکارۍ او همفکرۍ يو نوی دوران به  را پيل   کړي  او دسولي نړۍ واله داعيه به دخپلو فعاليتو مشال وګرځوي  . داسي  هم انګېرل  کېدله چې دغه سازمان به په نړۍ  کې  د سيمه ايزه ﻻنجو و حل ته  لسټوڼي را ونغاړي او بېخکي لاري به ورته پيدا کړي . د نړۍ لانجې به په نوي ماحول کې  د يوه  نوي نړۍ ليد او و انساني حقوقوته د ددرناوي پر اصولو برابر ،  يو په بل پسې  حل    اود نړۍ و راتلونکې ته به د آزادی، ټولنيز عدالت او ډيموکراسۍ د اصولو پر مبنا  و يوه سوله ايزه مسير او ښې � �اتلونکې ته رهي کړي .  په نړۍ کې به د پوځي لګښت او د پوځي کېدلو د پروسې کمبله    ټوله  ، د وسلو جوړولو او دپلورلو بازار  به په نړۍ واله کچه په  ټپه  و دروي .   په هغه وخت کې ددې کار دپاره ډېر داسي دلايل موجود وه  چې دغه شاني يو اټکل  د هر چا په فکر کې ځای و نيسي  . يعني  هغه وخت که و سولي   ته ګواښ د سړې جګړې ددوام نه را پورته کېدلی او د لانجو  او دسولې و  پروسې ته خطره  د وسلو او اټومي وسلو په سياليو کې ليدل کېدلی، خو د سړې جګړې په ختمېدو سره  نورهغه پرونۍ شوروي اتحاد او د هغه نوم او نښان  ورک سو  کوم   چې  امريکا  او لوېديځي نړۍ  به   تل دداسې  تهديد او وي� �و  سرچينه  ګڼله  . د ناټو د پکټ په مقابل کې  د وارسا پوځي تړون   هم ړنګ سوی وو چې ويل کېدله به د سولي  وداعيې ته يو بالقوه تهديد دئ . داسي توقع وه چې ناټو به هم ړنګ سي ځکه نورنو دداسي پکټو او پيمانو د م وجوديت شرايط له مينځه تللي  وه . د برلين دېوال چې د سړې جګړې  يوکرغېړن او نا متمدنه  سمبول وو و نړېد، او دوه آلمانه يوځای  دسوله ايزه  ژوند پر لوري خپل ګډ سرنوشت   پيل کړ . خو ددې ټولو  دېوالو د نړېدو سره سره   و  ليدل  سوه چې وواقعي سولي او د لانجو و حل ته  رسېدل اوږده لاره نه بلکه يو ناپايه سراب  دئ . ټولي نړۍ وليدل چې ددې داعيې  څخه د ځان د هيژمونۍ او پر ټولي نړۍ باندي د يو مخيزي واکم نۍ  دپاره د يوه واقعي نيرنګ په توګه کار واخيستل  سو او د نړی والو په سترګو کې خاوري و اچول سوې  . په دې لړ کې د پوځي لګښتونو ، د پوځي سياليو او لويي غوښتني   پروسه  نه يوازي  و نه درېدله بلکه تر پخوا زيات يې لا  نور هم  څوڅو ځله  زور و اخيست .  د نړۍ بډای او صنعتي هيوادونه چې ام� �يکا يې په سرې کې وﻻړ  وو په  يو مخيزه  توګه   د پوځي تکنالوجۍ و ګړنديتوب او تکامل  ته نوې بڼه  ور کړه  .  نن    ټوله نړۍ شاهده ده  چې په واقعيت کې  اوس دا  ام� �يکا او دهغه نيژدې بډای  صنعتي هيوادونه دي چې په نړۍ کې په بېلابيلو بهانو په پوځي وژونکو سلاوو ځانونه سم بالوي او د نړۍ په هره ګوښه کې  دجګړې اورونه بلوي،  د جګړو ودوام ته   نوې مفاهيم  او ګواښونه را م خته کوي  ،د نړۍ په بېلا بيلو برخو کې پوځي اډې جوړوي او پر ټوله  نړۍ باندې د خپل پوځي، اقتصادي او فرهنګي س� �طې د غزېدو لپاره  بېلابيلي نخشې  را کاږي   . د سپټمبر د يو ولسمي ټروريسټي پېښي او د امريکا لخوا پر عراق  باندي يرغل او دهغه را ورسته په نوې بڼه  د جګړې  دوام، د ملګرو ملتونو و مخي ته هغه نوي ګواښونه سوه   چې  دغه سازمان يې د سړې جګړې ددوران نه  زيات په يوه بل عميق بحران کې ننه ايست . که څه هم دملګرو ملتونو سازمان د خپل پيدايښت  راهيسي څوځلي د اهانت او بي اعتنايي سره مخامخ سوی وو  پ� �يکړي او فيصلې يې په لغته وهل سوي وې .  د سولي دټينګېدو په لاره کې  هلي ځلي د هغې جملې نه دتيري پېړۍ د نوي يمي لسيزي په لومړي کال کې په  افغانستان کې د ډاکټر نجيب الله د سولي پروسه چې د ملګرو ملتو د سازمان لخوا پر مخ بېول کېده پر نيمه لاره پرېښودله سوه  او زموږ خوږمن  هيواد يې په لوی لاس ديوې لسيزي نه زيات ويوې بلي خونړی جګړې ته ټېل واهه . خو ددې ټولو سره سر دغه سازمان هيڅکله هم  د ۲۰۰۳ کال په څېر داسي څه نه وو ازموي� �ی   چې متحده ايالات  دي د انګريز سره يوځاي پر  عراق باندي د پوځي حملې د اجازې  پر  سر، د ام نيت  شورا دي  دړي وړي  کړي او په خپل سر دي  پر عراق باندي   ور ودانګي .  د نړۍپه داسي جنجالي او ستونزمنه سيمو کې چې پخوا به  يې امريکا ان د نامه سره لا حساسيت ښودلی او ځان به يې ليري ځيني ساته خو  اوس دادی پخپله  ددې هېواد دعظيم او موډرنه پوځي ټکنالوجۍ  هلته ځاې پرځاې سوې او غزيږي  . د عراق او افغانستان په اشغال سره چې د مينځني ختيځ  او جنوبي آسيا په بحراني  سيمو کې پراته هېوادونه دي،  د امريکاد پوځي  ځواک موجوديت ددې سره سره چې  ډېر حساسيتونه يې   راپارولي دي خو په يوه څ� �ګنده واقعيت باندي بدل سوی دی  . دغه موجوديت  پخپله د امريکا د  مليټاريستي لويي غوښتني  يو انکار نه منونکی  واقعيت هم بيانوي   .  دغه واقعيت ددې خبري  څرګندوی هم  دی  چې آسيا   د خپل ستراتژيک موقعيت د اهميت په درلودلو سره  او د هغه بې حسابه طبيعي زېرمو اوستر اقتصادي پوټنشيل په خاطر چې � �ري يې، نن سبا  د رواني يويشتمي پېړۍ راتلونکې هم  ټاکي   . روسيه چې دغه سيمه د خپل حياتي ګټو سيمه بولي اوس  يوځل بيا  د يوه نړۍ واله اقتصادي او پوځي ځواک په توګه خپل ځان  بيا  را مخته کوي .   په دې قاره کې   چين او هند دوه ستر هيوادونه  دي  چې په خپل بېړني پر مختګ سره ددې قارې  و اهميت ته لا نور هم ځلا او تحرک ورکوي  چې  بې له شکه به د سيمي پر روانو معادلاتو  ژور تأثير اېږدي  .  په دې بهير کې  ها خوا  د افريقا قاره هم  د بخار دديګ  په شاني  ډېري کشالې پکښې ايشې، په د غه کشالو کې و  دارفور ته ورته  غميزي چې لمن ورته وهل کيږي   تر اېرو لاندي سکروټي دي  او کېدای سي د سيمي او  د نړۍ پر حالاتو باندي خپل  تأثيرات و ښيئ  . په داسي يوه نوي ماحول کې په نړۍ کې د ټولنيز عدالت، � �زادۍ ، ديموکراسي  او برابرۍ ته درسېدو په خاطر د ولسونو او ملتونو خښم نور هم  تاو اخلي او نوي غوښتني د نوو لوبغاړو سره و  ميدان ته را باسي  . اوس هغه نوی حالت او خبري چې د نړۍ په وړاندي    را پورته کيږي  په هغه کې و روانو ﻻنجو ته دپوځي لويي غوښتني په ژبه نه،  بلکه  د و� �سونو او ملتونو د ارادې پر اساس و هغوی ته د  انساني او متمدانه اوډيموکراټيک تفکر پر مبنا ځواب  او د ح� �  لارو   لټول په کار دی    . ددې  سره سره په نړۍ کې ټولنيزه بې عدالتي، دشتمن او غريب  تر م ينځ يو خورا لوی اوظالمانه  واټن ، د هيوادونو و آزادۍ،ملي حاکميت او خپلواکي ته سپکاوی   او  د زور د قانون  جاري کېدل ، ډله ايزه مهاجرتونه، د ژوند د چاپيريال جدي ستونزي، مرضونه، بېکاري اود  هغه جريان منفي تأثيرات چې جهاني کېدل ورته  وايي دا ټول  هغه څه دي چې نړۍ و يوې نوي بحراني مرحلې ته ننه باسي . اټومي جګړه ديوې واقعي لويي بلا په څېر د نړيوالو و راتلونکې ته يو مرګونی تهديددئ  . په داسي حال کې چې  په مينځني ختيځ  کې عراق د خيالي ډله ايزي وژنو د وسلو د زېرمو ددرلودلو په بهانه اشغال او دخاورو خاکه سو او اوس يې د تجزيي و خبرو ته رسميت ورکول کيږي، څنګ ته يې  اسرائيل همدا اوس  په دې سيمه کې ستر پوځي طاقت دی او  اټومي وسله هم لري  .  د فلسطين  و برحقه داعيې ته غاړه نه  اېښودل کيږي  بلکه  په لوی ﻻس په دې سيمه کې د جګړې د اورلمبې  لا نور هم تازه ساتل کيږي او پراخيږي  . تازه پر لبنان باندي د اسرائيلو وروستی يوه مياشتنۍ بشري ضد جګړه ، د قانازړه بوږونکې فاجعې انساني وجدان ته ټکان ورکړ او د ملګرو ملتو دسازمان   خپله بې وسي  په ډاګه وښودله  .  اسرائيلو تر دا اوسه پوري دامريکا د بېدريغه ملاتړ په زور څوڅو ځلي د م� �ګرو ملتو نو د سازمان  پريکړي تر پښو لاندي کړی دي او هر  هغه پرېکړه چې  د ځان په ګټه يې  نه ده ليدلې نو دامريکې لخوا يې  يا ويټو کړېده او که  تصويب سوې هم  وي نو بيا يې  نه ده  منلې  . دغه هيواد   دزروي وسلو د نه خپرېدو معاهدې ته هم  غاړه  نږدي  .  هند او پاکستان هم  چې دداسي  اټومي وسلو خاوندان دي تل  يو اوبل ته ﻻس پر ماشه ناست دي . د  جنرالانو  پاکستان په سپينه ورځ پخپله هم د مذهبي بنسټپالني پالنه کوي او هم يې"" داور په ليکوکې""    ټروريسټي مرکزونه او  ځالي  تمويلوي  او   همداسي  يې فعاله ساتي  ګاونډيو هيوادو ته يې ليږي .خو  هرکله چې  وضعه د ځان په ګټه و نه ويني نو دټروريزم سره د مبارزې په نامه    ډالري سوداګري ور باندي شروع کوي او ځان  ورباندي ساتي .  په دغه هيواد کې  زموږ د هيواد افغانستان او د هند پر ضد ټروريستي شبکې روزل کيږي، په سيمه او نړۍ کې وتخريبي عملياتو ته  هڅول کيږي   خو ددې ټولو څرګنده فکټورونو  سره پاکستاني جنرالان او پوځي واکمنان  بياهم په سيمه کې و خپلو بادارانو ته   باوري او خواږه  ملګری پاتي  کيږي  !  ايران   په سيمه کې  د  ځان   اټومي کېدل   غواړي ، شمالي کوريا هم خپل داټوم بمب و ازمويل او په سيمه کې د امريکا ونفوذ او تحکُم  ته ګويا  نوي خنډونه اوګواښونه پېښ کړل   . د انګليس او امريکا لاس اوپښې هم  په عراق او هم په افغانستان کې بندي  سوې او  د روسيې دا بيا په چيچن کې . ناټو دلومړي ځل � �پاره د خپل عنعنوي اروپايي حوزې د امنيت څخه د امريکا په ښوونه و آسيا ته د خپلو پښو غزيدنه را شروع او په افغانستان کې يې د نامعلوم راتلونکي  لپاره  ددې هيوادد پوځي عملياتو  کنټرول  په ﻻس کې و  نياوه .  اوس هغه سيمه چې د هنده څخه شروع کيږي بيا د سويز تر کاناله پوري رسيږي  د تاريخ ډېره خونړۍ  پوځي زراد خانه يې په خپل ځان کې را غونډه کړېده او د چين نه ماسېوا د ټولي نړۍ لوی ځواکونه  خپل دروند پوځي خوځښت او راشه درشه  په همدې سيمه  کې وراتلونکي ماموريت ته آماده کوي، ښايې د"" لويي مينځني ختيځ"" د سکښت و ماموريت ته ! .  دا خوځښت  کېدای  سي چې   هر ګړی  د  يوه کوچني بڅرکي په و هلو سره  په يوه لوی عظيم  انفجار  باندي   واوړي   او د اټومي جګړې ناورين را مينځته کړي  .  په دغه � �اني  يو بې ثباته حالت کې چې نړۍ و يوې تمام عياري لګي درګي   ته روانه او د سراسري جګړې شومه سايه د نړۍ په هر کونج کې خپره  ده ، د نړۍ ولسونه او هيوادونه چې ژوند او راتلونکی يې د جدي ګواښ او فشار سره  مخامخ دی،دا حق لري چې  ددې وضعي څخه درا وتلولاري چاري و لټوي  . ددې ټولو  ګواښونواو تهديدونو سره سره  دا به بياهم د ملګرو ملتونو سازمان  وی چې په  يو ويشتمي پېړۍ کې   د آزادۍ ، ب� �ابری ، ټولنيز عدالت   او ډيموکراسی لپاره  د نړی وال امنيتي نظم په ساتلو کې  ډېر مهم او ټاکونکی  رول  ولوبوي  .  خو  او س دا پوښتنه را پورته کيږي چې څرنګه کېدای سي د نړی په دغسي ښورم اښور او لګه درګه کې ددغه  اوسني ملګرو ملتونو د سازمان په بدنه کې دي داسي يو نوي بدلون  رامينځته سي ت� �  څو دغه نړيوال سازمان  چې تاداو يې  په حقيقت کې د نړۍ د عام ولس دامنيت دساتلو او دفاع ، دسولي او ام ن  د ټينګولو په خاطر اېښودل سوی دئ     او د هغه د ټينګښت او پياوړتيا مسؤله   ده،  هغه دي د لويو ځواکونو د ولکې نه او په  ځانګړې توګه د امريکا د تسلط نه  وژغوري او هغه ته دي  يو ډيموکراټيک او عادلانه بنياد  ورکړي  . نن ډېر هيوادونه په دې عقيده دي چې د ملګرو ملتونو د سازمان دغه اوسنۍ جوړښت ددفاع ارزښت ځکه نلري   چې پرېکړي يې   دقدرت د خاوندانو  د ګټو تمثيل کوي او د نړۍ د بحرانو په حل  کې پاتي راغلی  او دې کار د ټولي نړۍ  امن و امان  ته  جدي ګواښ پېښ کړی دی  . اوس دا  پوښتنه هم را پورته کيږي، چې د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کې   کله چې امريکا او انګريز  پر نورو هيوادو باندي د تيری او يرغل په خاطر په يو اړخيزه توګه عمل  يا د ځان په ګټه د خپل ويټو د حق نه استفاده کوي او د نړۍ امنيت د ګواښه سره مخامخوي ، نو په دې نړۍ وال سازمان  کې بل کوم داسي لوړ مقام  بايد وي   څو دداسې خلاف ورزيو مخه   ونيسي او يا  هغه ته دي ځواب ووايي ؟   اوس ډېر په دې باور دي چې دامنيت � �ورا داسي محکمې ته ورته ده  چې ګنهکار،  پخپله هم ګنهکار دی او هم  قاضي  . دغه شاني  تناقضاتو ته څوک او په څه ډول  بايد ځواب ووايې  ؟ د يويشتمي پېړۍ خلک اوس  په نړۍ وال چلند کې داسي  يوانساني نظم غواړي چې د تيرو پيړيو د استعماري استبداد  ټول مظاهر له مينځه پکښې تللي وي او دزور واکۍ، تهديد او دنظامي  تسلط په عوض کې چې يو کرغېړن ، ظالمانه او غير انساني او نامتمدنه عمل وو  بايد د هيوادو په وړاندي د متمدانه  چلند، عدل  او د ټولنيز عدالت  او متقابل درناوی د اصولو پر اساس نړی وا� �ي اړيکي سمبالي سي .  نن ورځ د لويو قدرتو د نظر او عمل ترمينځ دغه شاني  لوی واټن پروت دی . د بشري حقوقو او ډيموکراسۍ په وړاندي دغه شاني يوه لويه  دوه رنګه سياسي لوبه روانه ده  .  د بشري حقوقو اصول تر پښو ﻻندي کول  طبعاً په نتيجه کې يو  بالمثله خښم را پاروي  او ډېر په دې باور دي چې دغه شاني خښم او د هغه نه را پيدا سوي پاېلې نسي کېدلای    څوک دي  هغه  د ځان و امنيت ته  تهديد او يا ټروريسټي عمل وګڼي . د نړی ټول څېړونکي او تحليلګران په دې عقيده  دي چې دننۍ نړۍ پېښي دومره  ساده هم نه دي چې په واشنګټن کې فکر ور باندي کيږي . د بوش اداره چې  داسي نړی وال اصول تر پښو لاندي کوي  او د هيوادو پر حقوقو باندي  بر اﻻ تيری  کوي   ګرانه به وي چې د ورته عکس العمل سره مواجه نسي .  دا چې  نوام چامسکي د امريکا نام تو ليکوال  پر خپل هيواد باندي د«  اصلي ټروريسټ هيواد»  لقب ايږدي او يا د بوش دولت «  د امريکا د تاريخ ډېر خطرناکه دولت »  بولي نو داخو به هغه  څه چټي پرتي نه وايي ؟ د نړۍ دډېرو پوهانو او سياسي تحليګرانو  له نظره   د ملګرو ملتو د سازمان په  ساختار کې   دغه ﻻندي ټکي په ګوته کړي دي  چې که  د هغه په چوکاټ  کې   په دې سازمان کې اصلاحي بدلون   را وستل سي نو  پر دغه سازمان   به د ملتونو هغه له مينځه تللی اعتبار بيرته اعاده سي  : لومړۍ : د ملګرو ملتو د سازمان عمومي غونډه چې د نړۍ لوی او کوچني هيوادونه  يې  مساوي الحقوقه  غړي دي ،بايد د دې سازم ان د پرېکړو د ثقل په مرکز باندي واوړي  . يعني په دې سازمان کې د نړۍ پر   اساسي مسائلو باندي پرېکړي  بايد  ددې سازمان   دعمومي غونډي  د تصميم په واک کې  ولويږي تر څو د ټولي نړۍ  غوښتني اوپوښتني  انعکاس پکښې  پيدا کړي  . دوهم : د امنيت  په شورا کې بايد د غړو هيوادو � �ړۍ پراخه او د ويټو غير ډيموکراټيک حق چې د نړۍ والي سولي اوامنيت په تأمين کې يې ددې شورا فعاليتونه تر سوال ﻻندي راوستلي دي ،  بايد له مينځه يو وړل سي  . دا په دې خاطر هم چې دغه روحيه بايد ايسته سي  چې ګواکي اوسنۍ دامنيت شورا د هغه په دائمي غړو پوري تړلې او په خاصه توګه د امريکا د بهرنيو چارو  وزارت  يې کا� �ونه سمبالوي .  درېم :  ټوله غړي هيوادونه دي دخپل ملي عايد پر اساس خپله کلنۍ ونډه و دغه سازمان ته ورکړي ترڅود امريکا غوندي نور ماړه او هستمن هيوادونه ونسي کړلای  دغه سازمان په  پېسو � �انيسي او هغه دي بيا د خپلو اهدافو د تحقق په مسير کې  استعمال کړي  . څلورم :  ديوه � �يموکراټيک اصل په توګه بايد ومنل سي چې د امنيت په شورا کې د آسيا، افريقا او ﻻتيني امريکې د هيوادونو  څ خه  دي هم  ددې قارې استازي  هيوادونه دائيمي غړيتوب ولري  . پنځم : د ملګرو ملتو سازمان بايد خپل مکان د امريکا د خاوري څخه د نړۍ و نورو برخو ته انتقال کړي او  خپله  کلنۍ غونډي دي هم په نوبتي شکل د نړۍ په ټولو قارو کې دايري کړي تر څو د نړۍ په څلورو ګوښو کې ددې نړی وال سازمان نړۍ واله بڼه ښه ترها وځليږي  او ديوه ځبر ځواک د ولکې نه را وايستل سي  .  ددې سره يوځای د  ملګرو ملتو د ام نيت شورا بايد داسي يو ځواکمن اجرائيوي ارګان هم ولري چې و کولای سي د اسرائيلو غوندي سرکښه دولتونه  دي د خپلو پر ېکړو و منلو  ته اړباسي  .  دنړۍ په دې  کړکېچن حالت کې چې زور واکۍ د ولسواکۍ او ټولنيز عدالت ځاې نيولی دی د ملګرو ملتونو  سازمان  چې   د جګړې په مخنيوی کې يې ماتي خوړلې ده خو په نني عصر کې  د سولي د ايجاد لپاره اوس هم د يوې مؤثري او ضروري وسيلې په توګه ورته کتل کيږي ، ددې سازمان و� �اتلونکي نقش ته چې ددې سازمان پر منشور باندي د نړی وال اقتصادي طاقتونو لخوا ګذارونه کيږي بايد ددغه منشو� �  نړيواله ارزښتونه  د سره را وسپړل سي ، درناوی ورته وسي او عملي دي سي  غير له دې نه  به دو اقعي سولي او امنيت مفاهيم،د آزادی، ډيموکراسي،  بشري حقوق ، ټولنيز عدالت، بشر دوستي،   او د ملتونو او هيوادونو ترمينځ  د حقوقو برابري  به وچ کلک او کلېشه اي شعارونه پاتي  وي . اخځونه :  د دې ليکني په سمونه  کې د ملګرو ملتو، د لوموند ديپلوماټيک،بي بي سي، دامريکا ږغ ،  ټايمز اف انډيا، کريسچن ساينس مانيټور ، ايشيا ټايمز، مهر او شرق  سايټو څخه استفاده سوېده . ",مـــــلـګري مـــلــــتـــــــــونه او پــــه نـــړۍ کي لــګه درګــه 5232,," نېټه :٦ /٦ /١٣٨٥ د لوۍ او بخښونکی خدای په نامه د ژورنالېستانو څخه د ملاتړ د نړيوالې ورځې په مناسبت د فرهنګ او ځوانانو د وزير پيغام په افغانستان کې د مطبوعاتو او ژورناليستانو له ازادۍ څخه د نړۍوال ملاتړ د ورځې په مناسبت تاسې ټولو درنو حاضرينو ته مبارکي وايم. دا اوس يوه ډېره عامه مقوله ده چې مطبوعات د دولت څلورم رکن دی خو هغه مفهوم چې د دې مقولې ترشا پټ دی د ډېر لوړ ارزښت ښکارندويي کوي. څومره چې د دولت درې ګوني اصلي ارکان، اجراييه � �وه، مقننه قوه او قضاييه قوه، د درناوي وړ دي هماغومره په ديموکراتيکو ټولنو کې دغه څلورم رکن هم د درناوی وړ دی. په مقابل کې بيا هماغسې چې درې ګوني اصلي ارکان د هېواد او ولس د لوړو ګټو په وړاندې مسووليتونه او مکلفيتونه لري همدغه شان مطبوعات هم مسووليتونه او مکلفيتونه لري. د بيان ازادي د انسان اساسي حق دی چې هم يې نړۍوال تړونونه تضمين کوي، هم يې زمونږ خپل اساسي قانون تضمين کوي او هم يې سالم ټولنيز اخلاق تضمين کوی. زه د يموک� �اسۍ او د هېواد لوړو ګټو ته متعهد يم او په خپل ټول توان به د خپلې دندې په چوکاټ کې د مطبوعاتو له ازادۍ او د ژو� �ناليستانو له مشروعو حقوقو څخه ملاتړ کوم. دا يوازې د يو وزير وعده نه ده، په ديموکراسۍ او ازادۍ د يو مين انسان تعهد هم دی. البته دا خبره هم بايد هېڅکله هېره نه کړو چې ازادي د بې بند و بارۍ مانا نه لري. ازادي هغه وخت ريښتيا هم په ټول مفهوم ازادي ده چې د ټولنې د ټولو غړو حقونه په کې محفوظ وي. ريښتينې ازادی د نورو په درناوي کې ده، ريښتينې ازادي يوازې د هېواد عالي ګټو او ملي ارزښتونو ته د درناوي په چوکاټ کې تامينېدای شي. ژورناليستي اخلاق د د يموکراتيکو ارزښتونو يو خورا غوره مثال دی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې واقعي ژورناليستان د هغوی پر بنسټ خپل کار عياروي. په افغانستان کې د بيان د پراخې ازادۍ تجربه نوې ده او کله کله دغه لوړ انساني ارزښت په ناوړه او ناسالمه توګه هم استعمالېږي. زه هيله لرم چې مونږ به وکړای شو چې د مطبوعاتو ازادي په سالمه بڼه په خپله ټولنه کې عملي کړو. زمونږ ژورناليستان حق لري، او وظيفه لري، چې له خپلې ازادۍ څخه دفاع وکړي او زه په زغرده ويلای شم چې دغه وزارت به په دې ډګر کې د ژورنالېستانو ملاتړی وی. مګر زمونږ خلک هم دا حق لري چې ژورناليستان، او په عمومي توګه مطبوعات، هم د هېواد لوړې ګټې او د ژورنالېزم هغه منل شوی اخلاقي اصول چې نړۍوال ژورنالېزم پرې وياړي په پام کې ونيسي. د افغاني مطبوعاتو د لا ښې غړوېدا په هيله تاسې ټولو ته يو بريالی کنفرانس غواړم. په د� �ناوي عبدالکريم خرم د فرهنګ او ځوانانو وزير ",د بيان ازادي د انسان اساسي حق دی 5233,," د ملګرو ملتونوسازمان د امنيت شورا پ� �ېکړه وکړه چي په راتلونکې زېږديزه مياشت کې يو پلاوى افغانستان ته واستوي. امنيت شورا په افغانستان کې د زياتېدونکو نا امنيو او د نيشه يي توکو د توليد په اړوند اندېښنه څرګنده کړې او تېره شپه يې د يوې ناستې په ترڅ کې پرېکړه وکړه، چې د خپل پلاوي په استولو سره له نيژدې د افغانستان له اوسنيو حالاتو څخه خبر شي او امنيتي وضع و څېړي. د امنيت شورا اوسني مشر ويلي چې پلاوى به د دغه شورا د ژمنو هغه پيغام چې د افغانستان له ولس سره يې کړى دى، د افغانستان مشر تابه او ولس ته ورسوي. ",د امنيت شورا پلاوى له افغانستان څخه ليدنه کوي 5234,," د عينى شاهدانو په وينا چاودنه نن سهار ٨ بجې شاو خوا د کابل ښار په څلورمه ناحيه د کلوله پشته سيمه کې ګرين هوټل ته نږدې رامينځ ته شوې ده ، چې موخه يې د افغان پوليسو موټر وو. د کابل د امنيه قومندانى د جنايى جرمونو د څانګې مشر علي شاه پکتياوال له بينوا سره وويل چې چاودنه کې لس تنه پوليس او دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي .ده وويل چې دا ريموټ کنټرول بمى چاودنه وه،چې موخه يې د پوليسو د عملې موټر وو.عينى شاهدان وايى چې چاودنه يو باسيکل کې رامينځ ته شوې ده .يو طالب وياند ډاکترحنيف د نننې بريد پړه منلې او ادعا يې وکړه ،چې ١٤ تنه دولتى پوليس په کې وژل شوي دي .له دغه بريد څو شيبې وروسته د کابل ښار په غ� �بي سيمه کې يو توغندى پريوتى ، چې له امله يې د چارواکو په وينا چا ته زيان نه دى رسيدلى . ",کابل ښار کې چاودنه وشوه 5235,," ", 5236,," ", 5237,ميرويس جلالزى,"   دا ټكې تيره ورځ دنوموړي هيواد دفاع وزارت يو لوړپوړي مامورلارډ ډراى سن څرګند كړ  نوموړى زياته كړه دغه وزارت په دې اړه مشورې كوي خو دارپريكړه قطعي شوي نه ده نوموړي چارواكي په دې نږديو وختونو كې له افغانستان څخه بريطانيه ته رسيدلي دي ديادونې وړ ده چې دم ګړۍ بريطانيه اته شينوك چورلكي لري. دا په داسې حال كې ده چې د نوموړې هيواد لومړې وزير تونې بلېر تيره اونې ووېل چې دوي د افغانستان د ماموريت لپاره پوره او كافې  تجهيزات او چورلكې لرې. ",بريطانيا: پوځې چورلكې په كرايه نيسو 5238,ميرويس جلالزى,"   د عراقي پوليسو په وينا طارق الهاشم د دوشنبې په ورځ د ناپېژاندو وسله والو له خوا چې د پوليسو جامې يې په تن  وي د بغداد په صلخي سيمه كې په  خپل كور كې وژل شوى دى. تر اوسه د دې وژني پړه چا نه ده منلې خو د نوموړې د فاتحې مراسم نن سهار د عراقي لوړ پوړو مامورينو په ګډون تر سختو امنيتې تدابيرو لاندي پيل شول.   ",د عراقي ولسمشر د مرستيال ورور ترور شو 5239,ميرويس جلالزى," په داسې حال كې چې د شمالي كوريا دغه كار د ډېرو هيوادونو � �ه خوا وغندل شو د فرانسې خبري اژانس د اېران د بهرنيو چارو د وزارت د وياند محمدعلي حسيني له قوله وايي ايران � �ه اټومي ځواك څخه يوه پاكه نړۍ غواړي. خو بل پلو د اېران ډېرو دولتې ټلوېزونې چينلونو د كوريا دا كار ستايلى د� �. ",اېران : د شمالي كوريا اټومې ازموينه دي مباركه وې 5240,ميرويس جلالزى,"   دغه كسان تېره ورځ د هندوستان په ختيځ ايالت لوېديځ بنګال كې تر ۱۲ساعتو اعتصاب وروسته نيول � �وي دې . دپوليسو په وينا لاريون كوونكي د حكومت مخالفي ډلي ټراينيمول كانګرس له خوا د مظاهرې په موخه بلل شوي وو. دوى غوښتل د دولت د هغې پرېكړي په وړاندې چې غواړي د كروندګرو په ځمكو كې د موټرو فابريكې جوړې كړي لاريون وكړي.   ",هندي پوليسو تر ۴۰۰۰ ډېر اعتصاب كوونكې نيولي دي 5241,ميرويس جلالزى,"   د ملګرو م� �تونو د امنيت شورا رئيس او په دې سازمان كې د جاپان استازي كينزو اوشيما نن اعلان وكړ چې دكوفې عنان څوكۍ ته  په اوو تنو نوماندو كسانو كې د سويلې كوريا د باندنيو چارو وزير بانكېمون د امنيت شورا له خوا غوره او وټاكل شو او ډيرې رايې يې خپلې كړې دې. د يادونې وړ ده چې د افغانستان د ماليې پخواني وزېر پوهاند اشرف غنې احمدزي هم دې څوكۍ ته ځان نومولى وو او هوډ يې درلود چې كه دا څوكۍ تر لاسه كړې نو د ملګرو ملتونو په سازمان كې به بنسټيز اصلاحات راولې. ",پوهاند اشرف غني احمدزي ماتې وخوړه 5242,ميرويس جلالزى," په افغانستان كې د ناټو په مشرې د سوله ساتې ځواكونو عمومې قومندان ډيويډريچارډ چې د دوشنبې په ورځ ا سلام  آباد ته ورسېد دا څرګندونې يې د پاكستان له خصوصي ټلوېزون جيو سره د مركې پر مهال وكړې. د پاكستان د اسوشيټيډپريس خبري آژانس (اې پې پې) په خبر ډيويډ ريچارډ د مركې پر مهال هغه خبرې بې اساسه وبللې چې ګواكې نوموړې پاكستان ته له راتګ سره يو ځاى يو لړ مهم استخبا� �اتې معلومات او سټلايټې فلمونه چې په پاكستان كې د طالبانو ځالې ښيې را وړې دې. ډيويډ ريچارډ د جيو ټ� �وېزون د خبريال دې پوښتنې ته چې ملا محمدعمر چيرى دى په ځواب كې ووېل چې سوله ساتې ځواكونه د ملا محمدعمر د پټن ځاى په اړه هيڅ معلومات نه لرې. ټاكل شوې ده چې ډيويډ ريچارډ نن د پاكستان له ولسمشر او د پوځ له عالې رتبه مقاماتو سره وګورې.  ",ډيويد ريچارډ: پاكستان د طالبانو ملاتړى نه دى! 5243,," مسافرين او د مسافر وړونکو موټرانو گڼ شمېر چلوونکي شکايت کوي چې د کابل - کندهار د لويې لارې په اوږدو کې وسله والې غلاوې ډيرې شوي دي چې له امله يې نه مسافرين او نه ډريوران د شپې له مخې، په دغه لار تګ او راتګ ته زړه ښه کوي. د کابل په ميرويس ميدان او د کمپنۍ په دوه لاره کې يو شمېر مسافرينو او موټر چلوونکو له بېنوا سره په خبرو کې هيله څرګنده کړه، چې دولت او په ځانګړې توګه د کورنيو چارو وزارت د دغې مهمې لارې خونديتوب ته ډېره پاملرنه وکړي. د دغي لارې د امنيت په اړوند اندېښنې په داسې مهال کې مخ په زياتېدو دي چې د يکشنبې په ورځ ددغې لارې په اوږدو کې د ٤٠ مسافر وړونکو موټرانو ټولې سپرلۍ د وسله والو غلو له خوا چې د پوليسو يونيفورم يې په ځانو کې وو، لوټ شوي دي. د کاسټر يوه موټر چلوونکي محمد امين وويل له غزني څخه تر کندهاره د شپې له خوا په دغه ﻻره طالبان چې وسلې ورسره دي ډله ډله ليدل کېږي ، چې د پلټنې پر مهال د بهرنيو موسسو او دولت کارکونکي کښته کوي. له دوى سره دويمه خبر نه کېږي. ده ومنله چې د ورځې په اوږدو کې هم له طالبانو سره مخامخ شوى دى. د ٣٠٣ مسافر وړونکي بس يو ډريور دروېش بيا څرګنده کړه چې څو ځله له داسې وسله والو کسانو سره مخ شوى دى، چې د پوليسو دولتي جامې يې په ځانو کې وې. ده زياته کړه نه پوهېږي څه وکړي ،که ډريوري پرېږدې نو اولاد ته څه ورکړي او که خپلې دندې ته دوام ورکړي يوه ورځ به خپل سر وخوري. ",د کابل - کندهار په لويه لارد غلا پيښي زياتې شوي 5244,," د اطلاعاتو کلتور او ځوانانو وزارت په وړانديز او د افغانستان د جمهوري رياست په منظورۍ ددغه وزارت په مربوطاتو کې دغه ټاکنې شوې دي . نجيب منلى د وزارت د مقام د سلاکار په توګه ، محمد ظاهر غوث د افغانتور د ريئس په توګه ، محمد ظاهر حسن د ورځپانو او نو� �و چاپي خپرونو د توزيع د رئيس په توګه ، محمد حليم تنوير د مطبوعاتو د نړيوال مرکز د رئيس په توګه ، مرضيه حباب د ځوانانو په معينيت کې د حقوقي حمايتونو د جندر د آمرې په توګه ، او محمد عمر ايوبي د آزادۍ د مطبعې د � �ئيس په توګه ټاکل شوي دي . ",د کلتور وزارت کې يو شميرنوې ټاکنې شوې دي 5245,," طالب جنګياليو نن سهار وختي د لغمان و� �ايت د عليشنګ ولسوالۍ د جبون په دښته کې له ائيتلافى ځواکونو سره د يوې وسله والې نشتې ادعا وکړه چې له امله يې د نوموړې ډلې د يو وياند په وينا ٢ تنه طالبان ټپيان او د ائيتلافى ځواکونوڅلور موټران له مينځه تللي، او يو شم ير عسکر يې ټپيان او وژل شوي دي . طالب وياند قاري يوسف د زابل ولايت د خاک افغان ولسوالۍ کې له دولتي پوليسو س� �ه په جګړه کې بيا د ٢ تنو طالبانو د وژل کيدو او ٢ تنو د ټپي کيدو خبره کوي او وايى په وسله وال بريد کې يې تير ماڅيګرد پوليسو دوه موټران له مينځه وړي او په کې سپاره کسان مړه اوژوبل شوي دي. همداشان ده ادعا کړې ده چې د غزنى د قاضي کلا په سيمه کې يې د ملي اردو يو قومندان چې په دان ميده باندې مشهور وو، د يو وسله وال بريد په ترځ کې وژلى دي.د دوشنبې په شپه بيا د کندهار د کواري په کلي کې له ائيتلافى ځواکونو سره د سختې نښتې ادعا کوي چې په ت� �ځ کې يې د وياند په ادعا ١٥ تنه عسکر مړه او ټپيان شوي دي . قاري يوسف منلې چې د جګړې پر مهال د دوى ٢ تنه طالبان م ړه او ٥ تنه نور ټپيان شوي دي. ",طالبان ديو شمير وسله والو بريدونو ادعا کوي 5246,," طالب وياند ډاكټر حنيف بېنوا ويبپاڼي ته وويل نن سهار ۸ بجې يې دکابل په کولوله پشته کي د پوليسو موټر د ريموټ کنټرول په واسطه والوزاوه چي له امله يې د ده په وينا موټر ويجاړ ۱۴ تنه پوليس افسران پکښي ووژل شو� �.ډاكټر حنيف د يو شمېر نورو بريدونو ادعاوي هم وكړې، ده وويل نن سهار ۵ بجې يې د لغمان د عليشنګ ولسوالۍ په جبون ډاګ کي د امريکايي عسکرو يو کاروان محاصره کړ، چي تر سختي جګړې وروسته يې د امريکايي عسکرو ۴ موټره ويجاړ او ۸ سرتيري ووژل. په يوه بله ورته پېښه كي چي د کنړ ولايت د ماڼوګي ولسوالۍ په ترړه سيمه کي رامنځته شوې ده له امريكايانو سره يې ۳۵ دقيقې جګړه كړې خو له ځاني تلفاتو ځان ناخبره ښيي.ډاكټر حنيف وويل د پكتيكا ولايت په خو� �امندو ولسوالي كي يې ۳ تنه افغانان امريكايانو ته د جاسوسۍ په تور وژلي دي. ده همدا رنګه د نورستان ولايت په دويګل دره كي هم د امريكايانو پر يوه كاروان د بريد ادعا وكړه چي د نوموړي په وينا ۵ سرتيري يې وژلي دي. خو د طالبانو د دې ادعاوو په اړه افغان حكومت يا هم ايتلافي ځواكونو تر اوسه څه نه دي وي� �ي.",طالبان: د كابل په چاودنه كي ۱۴ پوليس افسران وژل شوي 5247,," د عامې روغتيا وزير ډاکتر فاطمي نن په مزار شريف کې د يو نوي ٦ سوه بستريز روغتون د جوړولو ډبره کېښوده او زياته يې کړه چې دغه روغتون به په ډېرو عص� �ي طبي وسايلو سمبال شي، چې په جوړولو سره بې يې تر ډېره بريده د افغانستان د شمال ولايتونو د اوسېدونکو � �وغتيايي ستونزي اوارې شي. دغه روغتون په سل جريبه ځمکه کې جوړېږي چې لګښت يې د چارواکو په وينا ١٥ ميليونه � �الره اټکل شوى دى. په دغه ښار کې د روغتيا وزارت پخوانۍ روغتون تېره مياشت د ناڅاپي اورلګېدنې له امله په بشپړه توګه وسوځېد. ",په بلخ کې د يوه نوي روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه 5248,," په هرات کې امنيتي چارواکو من� �ې ده چې د جهاد يو پخوانى قومندان حاجې ګل خان نن له غرمې وروسته د هرات ولايت د چشت په ولسوالۍ کې د ناپېژاندو کسانو د وسله وال بريد په ترڅ کې وژل شوى دى. له ده سره دوه تنه نور يوازې ټپيان شوي دي. د هرات امنيتي چارواکي دغه بريد د شخصي دښمنيو پايله بولې اوا وايي نوموړى هغه مهال تر بريد لاندې راغلى چې له غور څخه د هرات په لو روان وو. وژل شوى قومندان دوه کاله وړاندې د غور ولايت د شهرک ولسوالۍ ولسوال هم وو. ",په هرات کې يو پخوانى جهادي قومندان وژل شوى دى 5249,," افغان دولتي پوليسو د بغلان دهنه غوري و� �سوالۍ د قره خان د کلي د يو اوسيدونکي عبيدالله جان له کور څخه د هيروئينو د جوړولو لابراتوار، کمياوي او تيزابي توکي او يوه اندازه وسلې تر لاسه کړې دي. يوه امنيتي چارواکي نظام الدين بېنوا ته وويل پوليس د کور د خاوند په لټه کې دي، چې دا مهال له خپلو شريکانو سره يو ځاى د قانون له منګلو څخه تښتېدلى دى. ",په بغلان کې د پوډرو لابراتوار ترلاسه شوى دى 5250,," د کابل - کندهار پر لويه لار د زابل ولايت د نورک په سيمه کې د پوليسو د يوه موټر د چپه کېدو له امله ٥ تنه دولتي پوليس مړه او ٣ سخت ژوبل � �وي دي. د پېښې لامل ځايي ترافيکو د موټر ګړنديتوب په ګوته کړى دى. همداشان د کابل - جلال اباد پر لويه لاره د � �غمان د سرکنډو بابا په سيمه کې د دوو موټرانو د ټکر له امله ٣ تنه مړه او ٢ تنه ژوبل شوي دي. د لغمان د ترافيکو مدير سمونوال حبيب الله وايي په ټپيانو کې د پوليسو د اکاډمۍ مرستيال نورالله هم شته، چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ بلل شوى دى. ",د ترافيکي پېښوله امله ٨ تنه مړه او ٥ تنه ټپيان شوي 5251,," د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، چې پولنډ ته د بهرنيو چارو د وزير ډاکتر سپنتا د سفر پر مهال د پولنډ هيواد چمتووالى ښودلى چې خپل سفارت په کابل کې بيا پرانيزي او د لوړو زده کړو يو شمېر بورسونه د افغان چارواکو په واک کې ورکړي. پولنډ په پام کې لري د خپلو پوځيانو شمېره هم د روان زېږديز کال تر پايه چې دا مهال سل تنه عسکر افغانستان کې لري لوړ کړي. ",پولنډ په كابل كي خپل سفارت بيا پرانيزي 5252,," د نړيوالې سوداګرۍ د خونې مشرانو د افغان دولت د کا� �وکونو د معاشونو لوړوالى، په هېواد کې د سولې د ټينګښت او اداري درغليو د له منځه وړلو په لار کې اغېزمن اقدام وباله او د دغه خونې مشر اذرخش حافظي نن يوې خبرې ناستې ته په وينا کې وويل په دې سره به د توکو په بيو کې بدلون � �انشي او د امن په راوستو او د اداري فساد په له منځه وړلو او کمولو کې به لويه اغېزه ولري. له دې وړاندې د افغانستان د ماليې وزير پوهاند ډاكټر انورالحق احدي د افغانستان د مشرانو په جرګه کې د دولتي مامورينو د م عاشونو د زياتوالي خبره را برسېره کړه، چې د نوموړي په وينا د معاشونو ټيټه کچه به ٨٠ ډالره او لوړه کچه به تر ٨٠٠ ډالرو پورې وي. احدي ومنله چې نړيوال بانک دغه طرحه ورسره منلې او د نورو اجراتو له پاره به يې د وزيرانو � �ورا ته وړاندې کړي.دا مهال د يو مامور معاش لږ تر لږ ٥٠ ډالره دى، په داسې حال کې چې د دولت د يو شمېر سلاکارانو يا متخصيصينو معاشونه له زرګونو ډالرو اوچت دي. ",د معاشونو زياتېدل اغېزمن وبلل شول 5253,," د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې د يوې پاڼې په خپرولو سره له افغان بزګرانو او کروندګرو سره د مرستې او د کرنې د پرمختګ په موخه د ٨٠ ميليونه ډا� �رو د پور ورکولو چمتوالۍ ښودلى او په ډاګه کړې يې ده، چې د وړو پورونو د يوې ټاکلې تګلارې له مخې به يې په بزګرانو باندې ووېشي. په پاڼه کې راغلي چې دغه پيسې به د دريو کلونو په بهير کې د ښوونې د پراختيايي اکاډمۍ له لارې په ټول افغانستان کې په ٦٠ زرو بزګرانو د پور په ډول ووېشل شي.پاڼه وايي چې دغه اداره به د دغه پيسو څخه په گټه اخيستوسره د دهقانانو له پاره د پورونو واړه کوپراتيفونه او د افغانستان د کليو له پاره به د پانګونې صندوق جوړ کړي. همداشان اسيايى پرمختياي بانک ويلى چې د سړکونو د جوړولو په موخه به له افغانستان سره ١٣٨ ميليون ډالرد پور اوبلا عوض مرستې په توګه په راتلونوکو دوو کلونو وکړي . ددغو مرستو ډيره برخه به په بلخ، باميان ، سمنګان او هغو سړکونود جوړولو په لار کې ولګول شي ،چې لرې پرتې سيمې له مرکز سره ونښلوي . ",له افغان کروندګرو سره د امريکا ٨٠ ميليون ډالر پور 5254,," د کندز ولايت د چهار درې په ولسوالۍ کې د المان د ولايتي بيا رغوني يا PRT عسكر چې د يوه ښوونځي سره د مرستې په موخه تللي وو، د بيرته ستنېدو پر مهال د ماشو م انو او خلکو د ډبرو د اورولو تر بريد لاندې راغلل، چې له امله يې دوه تنه عسکر ټپيان شوي دي. د کندز د پوليسو مشر له بېنوا ويبپاڼي سره د پېښي پخلى کوي او وايي د پېښي سره يې د تړاو په تور ٨ تنه شکمن کسان نيولي دي. ",د ناټو عسکر د ډ برو تر بريد لاندې راغلل 5255,," د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي چې م سکو ته د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير ډاکتر سپنتا د سفر پر مهال روسي چارواکو د زده کړو د بورسونو، انرژۍ، سړک جوړولو، نفت او غازو، د پوځ او پوليسو په روزنه او له نيشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د مرستې علاقمندې ښودلې او ژمنه يې وکړه چې ١٥٠٠ ميګاواټ برېښنا به په مناسبه بيه افغانستان ته ورکړي. وياند ويلي چې � �وسانو د خبرو اترو په ترڅ کې ومنله چې د سالنګ د لويې لاري د بيا جوړولو په موخه به د متخصيصينو يو پلاوى په � �اتلونکي اونۍ کې کابل ته واستوي او د پولي تخنيک او نورو ويجاړ شو و تعليمي موسساتو په بياجوړولو کې به مرسته وکړي. ",روسيه افغانستان ته په ارزانه بيه برېښنا ورکوي 5256,," ", 5257,"ميرويس جلالزى"," رپوټونه وايې چې د ډنمارك يوې ټلوېزوني خپروني  د نقاشۍ له يوې آزموينې داسي تصويرونه خپاره كړې چې يو كس د آزموينې پر مهال د اسلام د ستر پيغمبر حض� �ت محمد (ص) عكس كاږې. په دې عكس كې يو اوښ ښكارې چې په شاه يې د بير قطۍ بار دې او دا اوښ يې د حضرت محمد (ص) د اوښ سره تشبيه كړى دى. د ډنمارك په دې كار سره يو ځل بيا د نړۍ په ډېرو برخو كې د مسلمانانو قهر � �ا وپاريد. په تهران كې نن د ډنمارك سفارت ته مخامخ په سلګونو تنه را ټول شول او ودانې يې په كاڼو او بوتلونو وويشته. په همدې حال كې پوليسو د مظاهره چيانو د خورولو په موخه له اوښكې بهونكې ګاز څخه كار واخيست . د ډنمارك د بهرنيو چارو وزير بيرستيك مولر  د اېران له باندنيو چارو وزير څخه غوښتنه وكړه چې د دوى د سفارت ساتنه وكړې او د ډنمارك دولت په دې كار كې هېڅ ملامت نه د� �.   ",ډنمارك يو ځل بيا د حضرت محمد (ص) كارتون خپور كړ 5258,," ", 5259,ميرويس جلالزى,"  ملا نظراحمد حمزه چې ځان د طالبانو يو سيمه ييز قومندان بولې اسوشيټيډپريس خبري آژانس ته په مركه كې ويلې چې د دوى سرتېري به تر هغه په افغانستان كې وجنګېږې تر كوم وخته د ده په وينا صليبې ځواكونه له افغانستان څخه ووزي. دې قومندان دا هم وويل چې بهرنيان د افغانستان د اشغال په موخه راغلې او طالبان به د دوى د كورنيو ملګرو په وړاندې هم لكه د پخوا په شان جګړه وكړې. ",طالبان: په سلګونو ځانمرګې بريد كوونكې چمتو دې 5260,ميرويس جلالزى," رپوټونه وايې دا چاودنه نن سهار د عراق په الرشيده ښار ګوټې كې � �امنځته شوه. په عراق كي امريكايي ځواكونه وايې په دې چاودنه كې سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده رسېدلې، خو ډېره اندازه چاودېدونكې توكې له منځه تللې. د دې چاودنې علت تر اوسه نه دى معلوم خو عراقي او امريكايې سرتېرو زېرمه تون ته د نيژدې سيمو اوسېدونكې له خپلو كورونو خوندې ځايونو ته لېږدولي دي. ",په عراق كې په يوه امريكايې زېرمه تون كې چاودنه وشوه 5261,"ميرويس ج� �الزى","  د جاپان لومړې وزير نن سهار د خپل هيواد پارلمان ته د وينا پر مهال وويل دوى داسې استخباراتې معلومات تر� �اسه كړې چې شمالې كوريا پرون دوهمه اټومې آزموينه هم تر سره كړې ده، خو دا تر اوسه سل په سلو كې نشې تايېدولاى. د جاپان لومړې وزير شين زيابو وويل  د كمونستې كوريا دا ګام به په سيمه كې امنيتې انډول خراب كړې او كېداى شې دوى ورته غوڅ ځواب وركړې . ",جاپان: شمالې كوريا دوهمه اټومې آزموينه تر سره كړې 5262,," په کندهار کې د کاناډا هېواد په مالي م� �سته د بياجوړولو د ٥ لويو پروژ کار په راتلونکې اونۍ کې پيلېږي، د دغه ولايت د کليو او پراختيا رئيس احمدشاه ومنله چې په دغو پروژو ٥ ميليون کاناډايي ډالر لگښت راځي چې په جوړولو سره به يې د ٥٠٠ سوو زرو اوسېدونکو ستوزې اوارې شي. ده وويل د پروژو لگښت کاناډا ورکوي چې د پلونو، سړکونو په جوړولو او يو شمېر نورو برخو کې به ولګول شي. همدا شان د کليو او پراختيا وزارت په کابل کې نن د ٣٧ ميليونه ډالرو په بيه له ٩ شرکتونو سره د لسو پروژو تړون لاسليک کړ ، چې د شپږو مياشتو په بهير کې به د باميان، بدخشان، کابل، بغلان، نورستان، جوزجان او پنجشېر ولايتونو کې بشپړې شي. ",د بياجوړولو ٥ لويې پروژې په کندهار کې پيلېږي 5263,," طالب وياندډاکتر حنيف له يوه ناڅرګند ځا� �ه د ټلېفون پر ليكه بېنوا ويبپاڼي ته ادعا وکړه، چې تېره شپه يې د کنړ ولايت د ماڼوگۍ ولسوالۍ د متين په سيم ه کې په افغان ځواکونو وسله وال بريد کړي ، چې له امله يې د نوموړي په وينا ٢ تنه دولتي عسکر وژل شوي دي. نوموړي ادعا وکړه چې د زابل د ارغنداب ولسوالۍ د کرتو په سيمه کې يې د امريکايي ځواکونو يو ټانک په ريموټ کنټرول ماين � �ه منځه وړى دى، چې د مرګ او ژوبلې په اړوند يې رپوټ نه لري. ",طالبان وايي په زابل او کنړ کې يې بريدونه کړي 5264,," په افغانستان کې د ناټو قومندان جنرال ډيويډ ريچاردز او د پاکستان د ولسمشر پرويز مشر ددغه هېواد په راولپنډى کې يو ساعته خبرې اترې په دې ځانګړې شوې وې ،چې څنګه وکولاى � �ي دواړه لوري د ترهګرۍ ضد جګړې په اړوند د خپلو همکاريو زياتولو لارې چارې وپلټي . د پاکستان د پوځ وياند شوکت سلطان خبري رسينو ته ويلي ،چې د مشرف او ډيويډ خبرې د تروريزم ضد جګړې په هکله زياتيدونکى همکارى ته ځانګړې � �وې وې . ",د ډيويډ او مشرف خبرې وشوې 5265,عزت الله پيژاند- کابل," څښتنه زه ستا د رضا لپاره،سبا په وږي نس روژه نيسمه، خو په دې هيله چې بېګا يې، د جانان په شونډو ماته کړمه. 4_روژه_85ل. ",روژه 5266,قدوسي سلیمانخېل," دالیکنه هغه مور او پلارته ده چي غواړي خپل او� �ادونه له وړوکتوب څخه د لمانځه پابند کړي  زمونږ  اولادونه زمونږ دجسم برخي او د زړونو مېوې دي  او هغوی په سالم فطرت باندي دنیا ته سترګي روڼوي خو وروسته یې چاپېریال او د هغوی په خواوشاکي اوسېدونکي انسانان په هغه سمت رهبري کوي کوم چي هغوی د ځان لپاره خوښ کړی وی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : عن أبي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه � �ال قال النبي  صلى الله عليه وسلم  كُلُّ مَوْلُودٍ يُولَدُ على الْفِطْرَةِ فَأَبَوَاهُ يُهَوِّدَانِهِ أو يُنَصِّرَانِهِ أو يُمَجِّسَانِهِ كَمَثَلِ الْبَهِيمَةِ تُنْتَجُ الْبَهِيمَةَ هل تَرَى فيها جَدْعَاءَ (صحيح البخاري) له ابوهریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل هرنوی زېږېدلی ماشوم په روغ فطرت سره زېږي خو وروسته یې بیا خپل مور اوپلار یهودي ګرزوي او یایې نصراني ګرزوي او یا یې مجوسي ګرزوي لکه څاروی چي څاروی زېږوي آیا د هغه یوطرف پرې شوی وي؟ کله چي د ماشوم والدین مسلمان وي او چاپېریال اسلامي وي ضرور هغه ما� �وم سمه تربیه تر لاسه کوي او که هغوی خدا ناکرده بې دینه او چاپېریال غیر اسلامي وي نو بیا د ماشوم تربیه هم په هماغه شکل کېږي کوم چي یې تربیت کوونکي په هماغه کرښه روان وي . خو مسلمان مور او پلار  تل هڅه کوي چي اولادونه یې  روغ تربیه شي اوله وړکتوبه د اس� �ام د احکامو پابند شي او که وغواړو چي خبر له سره پیل کړو نو لمونځ د اسلام ړومبی رکن دی چي که هغه ودرول شي ټول دین یې سمېږي او که العیاذ بالله لمونځ وران شي نو دانسان دین او اخلاق ورانېږي په دې اساس دې موضوع ته د وا� �دینو پام را اړوو چي خپل اولادونه له وړوکتوبه د لمانځه په پابندي سره د ادا کولو معتاد جوړ کړي ، په تېره زم انه کي چي به کله اولادونو د لمانځه پابندي نه کوله نو والدینو به هغوی وهل او ټکول خو اوس د وخت له بدلېدلو س� �ه د تربیې اسلوب هم تغیر خوړلی دی مونږ به په دې بحث کي هغه ګټوري لاري چاري چي د تربیې متخصصینو وړاندي کړي دي او تجربې مفیدي ثابتي کړي دي وڅېړو کېدای شي هغه والدین چي په دې هکله له ستونځو سره مخامخ دي ورڅخه ښه استفاده وکړي . دا هم ضروري نه ده چي هغه څه  چي په دې بحث کي دي په عین شکل تطبیق کړي  والدین باید ددې بحث د لارښوونو ترڅنګ خپل کورنی چاپېریال او د ماشوم عمر او کیفیت په نظر کي ونیسي او له دې بحث څخه په استفادې سره د هغه د تربیې لپاره سنجېده ګامونه واخلي . له الله تعالی څخه غواړو چي ددې بحث هغوی ته ګټه ورسېږي او دا عمل د خپلي رضا لپاره قبول کړي . مونږ ولې ددې لپاره هڅه کوو چي زمونږ اولادونه پنځه وخته لمونځ په پابندي سره ادا کړي ؟ (لومړی) دا ځکه چي د لمانځه درول د الله تعالی حکم دی او لمونځ د اسلام بنیادي عنصر دی او د اسلام معناده د الله تعالی اوامرو ته تسلیم کېدل او د هغه له محرماتو څخه ځان ساتل  . الله تعالی فرمایې : وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلواةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا لاَ نَسْأَلُكَ رِزْقاً نَّح ْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى ( طه 132) او دخپل کور والوته په لمانځه کولو سره حکم کوه او په لمانځه باندي ټېنګ شه مونږ له تا څخه رزق نه غواړو مونږ تاته رزق درکوو او وروستی انجام د پرهېزګاري لپاره دی .(دوهم) داچي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : عن عَمْرِو بن شُعَيْبٍ عن أبيه عن جَدِّهِ قال قال رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  مُرُوا أَوْلَادَكُمْ بِالصَّلَاةِ وَهُمْ أَبْنَاءُ سَبْعِ سِنِينَ وَاضْرِبُوهُمْ عليها وَهُمْ أَبْنَاءُ عَشْرٍ وَفَرِّقُوا بَيْنَهُمْ في الْمَضَاجِعِ (سنن أبي داود) عمروبن شعیب رضي الله تعالی عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : خپلو اولادونو ته د لمانځه حکم کوۍ کله چي هغوی د اوو کلونو شول او د لمانځه په پرېښودلو یې وهۍکله چي هغوی د لسو کلونو شول او د خوب ځایونه یې یو له بل څخه بېل کړۍ  . (درېیم)  ددې لپاره چي والدین بریء الذمه شي او هغوی خپل مسؤولیت سرته ورسوي او د ګناه له دایرې څخه ووزي ځکه چي فقهاء وایې چي که د یو چا تر تربیت لاندي یو ماشوم او یا یتیم وي او په لمونځ کولو حکم ورته ونکړي نو عقاب یې ماشوم ته نه بلکه ده ته متوجه ده ځکه چي د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د حکم مخالفت یې کړی دی چي ماشوم یې د لمانځه په کولو نه دی مکلف کړی . (څلورم) ځکه چي لمونځ د بنده او پروردګار تر مینځ یوه د وصل کړۍ ده که مونږ په خپلو اولادونو باندي له مصیبتونو او مرضونو څخه وېرېږو او د هغوی د بهتره ژوند د تأمین لپاره هڅي کوو ولي له الله تعالی سره د هغوی د نژدې کولو هڅي نه کووو؟  د هغوی ژوند به څرنګه تأمین شي چي له الله تعالی سره یې تعلق شوکېدلی وي،  اوکه مونږ هغوی وینو چي له الله تعالی سره یې مینه او تعلق دی څومره زمونږ زړونه ورباندي خوشاله کېږي او سترګي مو ورباندي یخي کېږي . (پنځم)  که مونږ په خپلو اولادونو ددنیا له مصېبتونو او مشک� �اتو څخه وېرېږو ولي په هغوی باندي د آخرت له هغه اور څخه نه وېرېږو چي اوربل یې انسانان او ډبري دي  ؟ (شپږم)  ځکه چي لمونځ رڼا ده او د احادیثو له مخي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې او مونږ باید د هغه لارښووني د زړه په غوږونو واورو :   وجُعلت قرة عيني في الصلاة (النسائي) ځما سترګي په لمانځه کي یخي کېږي . رأس الأمر الإسلام و عموده الصلاة ( أحمد والترمذي) د چارو سر اسلام دی او د اسلام ستني لمونځ دی . (اووم) زمونږ اولادونه زمونږ په غاړه کي د الله تعالی امانت دي چي الله تعالی هغوی مونږ ته راکړي دي او زمونږ یوازینۍ هیله داده چي هغوی نېکان وي او دنیوي او اخروي ژوند یې نېکمرغه شي . (اتم) اولادونه زمونږ هغه رعیت دی چي الله تعالی به له مونږ څخه د قیامت په ورځ د هغوی پوښتنه کوي . (نهم) ددې لپاره چي زمونږ اولادونه د کفارو اومنافقینو له ډلي څخه بېل شي رسول ا� �له صلی الله علیه وسلم فرمایې : العهد الذي بيننا وبينهم الصلاة ، فمن تركها فقدكفر  ( النسائي وابن ماجة) هغه تعهد چي مونږ او دوی بېلوي هغه لمونځ دی چاچي پرېښودلو نو په تحقیق سره کافر شولو . ليس بين العبد وبين الكفر إلا ترك الصلاة (سنن النسائي) د بنده او کفر تر مینځ فاصله د لمانځه په پرېښودلو سره ده . څرنګه کولای شوهغه ستونځي چي مونږ ورسره مخامخ کېږو مقابله یې وکړو؟ دا یو آسانه کار نه دی  چي خپل اولادونه د لمانځه پابند کړوځکه چي مونږ له یوه انسان سره تعامل کوو او د چا په خبره اوړه نه خمېره کوو په انګلېسي ژبه کي یو متل دی وایې : که آس ویالي ته په بېولو مجبور کړې ولاړ خو به شي لیکن د اوبو په څښ� �و یې نه شې مجبور کولای ، یوه صالح شخص خپله مېرمنه د لمانځه په نه کولو وهله او هغې ورته ویل چي ورباندي ودروې خو به مي ته لیکن وایې به یې څوک، رېښتیا هم دا کار محنت غواړي او په حقیقت کي جهاد دی  کېدای شي دا لاندي کرښی له مونږ سره په دې مورد کي مرسته وکړي . (لومړی) څومره چي مونږ  ماشوم د عمر په ابتدایې مرحله کي یعني وختي هغه په لمانځه ودروو هغومره به مونږ ته آسانه وي . (دوهم) لومړی ماشوم زیاته پاملرنه غواړي او څومره چي هغه ښه تربیه کړو زمونږ لپاره ګټوره ده ځکه چي نور ماشومان د هغه په قدم درومي او هغه خپلو وروڼو او خویندو ته تر مور او پلار زیات نژدې وي  او مشر ماشوم چي څه کوي کشران هم د هغه په نقش قدم درومي . (درېیم) په دې کار کي باید زمونږ نیت یوازي د الله تعالی رضا او دهغه اخروي اجروثواب وي په هغه صورت کي به د الله تعالی تو فیق راسره وي او زمونږ هڅي به ګړندۍ او زیار به مو ثمر بخش وي  . (څلورم) مونږ د هغوی روزني ته همېشنی پام وکړو داسي نه چي دوه ورځي خو ډېر مخلص یو او درېیمه ورځ مو په بله خوا مخه نېولي وي زم ونږ یوازینی فکر باید د هغوی د رزق په هکله نه وي بلکه لمانځه او دالله تعالی عبادت ته د هغوی بلل زمونږ د و� �ځنیو مسؤولیتونو اوچارو په مقدمه کي وي دا ځکه چي د رزق رسوونکی الله تعالی دی او په دې مو باید عقیده وي چي انسان تر هغه وخته نه مري ترڅو چي یې رزق پوره شوی نه وي او روزي د انسان تلاش کوي او که انسان ورڅخه تښتي هم خو رزق ورپسي منډي وهي . (پنځم)  الله تعالی ته هروخت عاجزي کول او په دعا کي د هغه مرسته غوښتل ځکه که د الله تعالی مرسته راسره نه وي مونږ که هرڅومره کوشش وکړو خو فایده نه رسوي الله تعالی فرمایې : إنك لا تهدي من أحببت ولكن الله يهدي من يشاء ( القصص الآية 56) ته هغه څوک په سمه لاره نه شې روانولای چي ستا خوښ وي خبره داده چي الله تعالی چي چاته یې خوښه وي لارښوونه کوي اوځکه چي د انبیاوو پلار ابراهیم علی نبینا وعلیه السلام دادعاکوله : رب اجعلني مقيم الصلاة و من ذريتي ربنا وتقبل دعاء ( ابراهیم ۴۰) اې پروردګاره ماوګرزوې د لمانځه دروونکي او ځما له اولاد څخه اې زمونږ پروردګاره او دعا مو قبوله کړه . بل له دې وجهي چي مونږ خپلو آرزوګانو او هیلوته په خپل زیار سره نه شو رسېدلای بلکه د الله تعالی په توفیق سره به زمونږ هیلي پوره کېږي په دې اساس په مونږ لازمه ده چي په دعا غوښتلو کي بشپړه عاجزي او اخلاص وکړو چي الله تعالی زمونږ مرسته وکړي او مونږ ددعا له قبولیت څخه مأیوس نه شو او زمونږ دعا ګاني باید په مسنون طریقه سره وي چي په ابتداء کي یې هم د الله تعالی حمدوثنا او په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي درود ویل وي او بیا دالله تعالی په پاکو نومو اسماء الله الحسنی سره دعاپیل کړو او چي کله مو دعا وکړه او خپلي غوښتني مو الله تعالی ته وړاندي کړې بیا په پای کي هم د الله تعالی حمدوثنا او درود ووایو زمونږ دعا به قبو� �تیا ته نژدې وي او ان شاء الله تعالی ژر به قبلېږي  . (شپږم) کله هم باید دالله تعالی له رحمت څخه مأیوس نشو ځکه چي مونږ ته نه ده معلومه چي کله به د الله تعالی رحمت رارسېږي . دا د الله تعالی قوانین دي او د الله قوانین نه بدلېږي . موسې علیه السلام وچ آسمان ته کتلوچي وورېځ په کي نه وه او د خپل قوم لپاره یې له الله تعالی څخه باران غوښتلو الله تعالی ورته وویل چي ډبره په لکړه ووهه ډبره یې ووهله دوولس چینې ورڅخه راووتلې . زکریا علیه السلام د زوی د غوښتلو دعا کوله خو الله تعالی په داسي حال کي زوی ورکړ چي دی سپین ږیری وو او ښځه یې وچه وه . مریم علیها السلام د عیسی علیه السلام مور د عیسی علیه السلام د ولادت په وخت کي ډېره پرېشانه وه او د خپل قوم له ظلم او پېغور څخه وېرېدله چي مېړه یې نه وو او زوی یې پیدا شو دا یوه خارق العاده پېښه وه خو الله تعالی له تورونو څخه د هغې دنجات لپاره عیسی علیه السلام په زانګو کي د وړوکتوب په لومړۍ مرحله کي وغږولو او د خپلي مور د رېښتینوالي او پاکي او دخپل نبوت شهادت یې  ورکړ . په دې توګه والدین هم باید د خپل تربیوي پرله پسې زیار اودعاګانو ترڅنګ په دې پوخ یقین وساتي چي که  یې نیت خاص د الله تعالی د رضا لپاره وي الله تعالی به د هغوی د اولادونو د هدایت لپاره اسباب برابروي که ژر وي اوکه لېري ، والدین په دې مکلف دي چي د اولادونو تربیې ته بشپړ پام واړوي او په الله تعالی اعتماد وکړي داسي نه وي لکه ځیني کسان چي اولادونو ته یې شاکړي وي او وایې چي هدایت د الله تعالی له خوا ده په دې کي څه شک نشته خو الله تعالی وا� �دین د اولاد په سمه تربیه مکلف کړي دي او که هغوی بې لاري شي الله تعالی به د قیامت په ورځ له والدینو څخه د هغوی د بې لاري کېدلو په هکله پوښتنه کوي .اوکه والدین د خپلو اولادونو په تربیه کي مخلص او حریص وي الله تعالی به هغوی ته  هم د خپلو هڅو او کوشش اجر او ثواب ورکوي ځکه چي الله تعالی د نیکوکارانو اعمال او د هغوی اجروثواب نه ضایع کوي . الله ته خپل ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته ف� �مایې : هو الذى أيدك بنصره وبالمؤمنين وألف بين قلوبهم لو أنفقت ما فى الارض جميعا ما � �لفت بين قلوبهم ولاكن الله ألف بينهم (آل عمران ۱۰۳) الله تعالی هغه ذات دی چي په خپل نصرت او په مسلمانانو سره یې ستا ملاتړ وکړ  او د هغوی په زړونو کي یې د یو اوبل مینه واچو� �ه که په زمکه کي موجود وسایل ټول تا په کار اچولي او په دې لاره کي د لګولي وای هم د هغوی په زړونو کي د دیو اوبل مینه نه شوای وراچولای دا خو الله تعالی وو چي د هغوی په زړونو کي یې مینه واچوله . إنك لا تهدي من أحببت ولكن الله يهدي من يشاء ( القصص الآية 56) ته هغه څوک په سمه � �اره نه شې روانولای چي ستا خوښ وي خبره داده چي الله تعالی چي چاته یې خوښه وي هغه ته لارښوونه کوي . سره له دې چي هرڅه الله تعالی کوي او بنده د الله تعالی بې توفیقه هیڅ نشي کولای خو بیا هم په دې بل آیت کریمه کي هغه په بل شان مخاطب ګرزوي او ورته فرمایې : يا أيها الرسول بلغ ما أنزل إليك من ربك وإن لم تفعل فما بلغت رسالته (المائدة۶۷) اې رسوله هغه څه چي د الله تعالی خوا تاته نازل شوي دي هغه انسانانو ته ورسوه او که ته داسي ونکړې نو د الله تعالی رسالت د نه دی رسولی . تشریح : سره له دې چي د هرڅه کوونکی الله تعالی دی او الله تعالی په قرآنکریم کي په وار وار دا فرمایې چي الله تعالی کافرانو هدایت نه کوي ( والله � �ایهدي القوم الکافرین) خو بیا هم خپل رسول صلی الله علیه وسلم کافرانو ته ددې دین په رسولو مکلف ګرزوي او ورته وایې چي دا زما کار دی چي زه هغوی ته هدایت کوم او که یې نه کوم خو ته دالله تعالی پیغام کفاروته ورسوه او که داسي ونکړي نو هغه مکلفیت چي الله تعالی ستا په ذمه اچولی دی هغه د نه دی بشپړ کړی . داولادونو په لمانځه د پابند کولو لپاره مینه که تازینه ؟ (اول) ځکه چي الله تعالی په قرآنکریم کي فرمایې : اُدعُ إلى سبيل ربك بالحكمةِ والموعظةِ الح سَنة  ( النحل ۱۲۵) والحكمة عبارة عن معرفة أفضل الأشياء بأفضل العلوم ويقال لمن يحسن دقائق الصناعات ويتقنها(لسان العرب) رابوله خلګ ستا د پروردګار لاري ته په زیاته پوهنه (هوښیاري) او په ښه نصیحت کولو سره . (دوهم) ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : عن عَائِشَةَ عن ا� �نبي  صلى الله عليه وسلم  قال إِنَّ الرِّفْقَ لَا يَكُونُ في شَيْءٍ إلا زَانَهُ ولا يُنْزَعُ من شَيْءٍ إلا شَانَهُ  (صحيح مسلم ) عائشة � �ضي الله تعالي عنها روايت كوي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم و فرمایل : په � �ېښتیاسره نرمي او لطافت چي په هرڅه کي وي هغه کار ښایسته کوي او له هرشي څخه چي نرمي او لطافت ووتلو هغه کار بد نما او عیب جن کوي . بل دا چي زم ونږ اصلي هدف دادی چي زمونږ اولادونه له لمانځه سره مینه پیدا کړي او د ډنډې اخیستلو او د اولادونو د وهلو او ټکولونتیجه داوي چي هغوی له والدینو څخه په کرکي کولو او ددښمني په اخیستلو مجبوره کوي او بل پښتانه وایې غوټه چي په لاس خلاصېږي خولې ته یې د وړلو ضرورت نشته . په عاقلانه طور په مینه هغوی لمانځه ته د رابللو له لا� �ي  د هغوی له لمانځه سره مینه پیدا کېږي او د لمانځه مینه د هغوی زړونو ته ننوزي او د هغوی په فکر کي ځای نیسي او دویني له جریان سره سم د لمانځه مینه هم د هغوی په رګونو کي خوځښت پیل کوي او بیا له هغوی سره د لمانځه دومره بې کچه مینه پیدا کېږي چي په ټول ژوند کي نه ورڅخه غافل کېږي  او که هغوی بالعکس د تخویف او وېرولو له لاري په لمونځ کولو مجبوره شي د والدینو په نظر به هغوی لمونځ کوي خو دا هم کېدای شي چي په مردارو جاموکي او بې اودسه یې وکړي چي ګناه به یې دجانبینو په غاړه وي همدا راز هغوی کېدای شي تر هغه وخته د وېري له وجهي د لمانځه پابند شي چي د ډنډې سیوری ور باندي پروت وي  او که له دې ویري څخه ووزي ممکن ده هغوی خدا ناکرده بېرته بې لمانځي ته پناه یوسي بناء ډنډه مؤثره طریقه نه ده . (درېیم) که والدین خپل اولادونه په مینه سره د لمانځه لور ته دعوت کوي دا مینه په خپل څ نګ کي هغوی ته د والدینو عاطفه او ترحم هم الهام کوي چي هغوی په دې پوهوي چي د والدینو له هغوی سره څومره زیاته مینه ده او زړه یې ورباندي سوځي او هم مونږ ته په کار ده چي د هغوی دتربیې ترڅنګ په هغوی ترحم او زړسوی وکړو � �سول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : عن عبد اللَّهِ بن عَمْرٍو يَبْلُغُ بِهِ النبي  صلى الله عليه وسلم  الرَّاحِمُونَ يَرْحَمُهُمْ الرَّحْمَنُ ارْح َمُوا أَهْلَ الأرض يَرْحَمْكُمْ من في السَّمَاءِ (سنن أبي داود) له عبد الله بن عمرو رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله ع� �یه وسلم وفرمایل : الله تعالی په هغه چا رحمت اوروي څوک چي په نورو ترحم کوي نو تاسي په هغه چا ترحم او زړسوی وکړۍ څوک چي په زمکه کي دي په تاسو به هغه څوک ترحم وکړي چي په آسمانونو کي دي . په دې اساس م ونږ ته په کار ده چي د اولادونو په تربیه کولو او هغوی ته د اسلامي آدابو په ښودلو کي په هغوی ترحم وکړو او له نرمي او لطافت څخه کار واخلو . (څلورم) وېرول او ډنډه اخیستل د اولادونو او ماشومانو په وړو نازکو زړونو کي وېره پیدا کوي کله چي هغوی له مونږ څخه ووېرېدل نو بیا به زمونږ په موجودیت کي لکه چي مخکي مو وویل لمونځونه کوي او چي مونږ نه یو نه به یې کوي او دا د وېرولوطریقه له هغي تربیې سره څرګند تضاد لري کوم چي م ونږ  غواړو د هغوی په زړونو کي د الله تعالی وېره او تقوی پیداشي او هغوی په خپلو ټو� �و ښکاره او پټو کړو وړو کي الله تعالی د خپلو اعمالو مراقب او نګران احساس کړي او ددې ویري نتیجه به له دې څخه پرته بله نه وي چي د هغوی په زړونو کي عقدې پیدا کړي او بلآخره په ړندو لارو روان شي  چي انجام به یې ګمراهي او انحراف وي . څرنګه د خپلو ماشومانو مینه له لمونځ کولو سره پیدا کړو؟ (لومړی)  تر هرڅه مخکي دا ضروري ده چي مور اوپلار دواړه د اولاد په تربیه او پالنه کي باید په یوه رایه وي او د هغوی تر مینځ اتفاق موجود وي او دواړه لوري ددې لپاره یو ټاکلی سیاست ولري تر څو ماشوم د پاڼ او پړانګ تر مینځ رانشي او په � �هني تشویش اخته نه شي چي په نتیجه کی به یې ټولي هلي ځلي عبث ولاړي شي که پلار زوی ته نصیحت وکړي او دلمانځه په هکله خبري ورته وکړي مور یې هم باید ملاتړ وکړي او چي کله پلار نه وي هغه خبري ورته تکرار کړي چي پلار د ښه د� �ته وایې په دې کي ستا ددنیا او اخرت خیر دی او په ډېره خوږه مورنۍ مینه د هغه خبري په دماغ کي ورپېچکاري کړي او که یې مور په کوم کار او یا دلمانځه په نه کولو زوی وترټي کله چي پلار ورباندي خبر شي خپل ماشوم ته د ووایې چي م ور د ښه درته وایې د هغې خبره منه په دې کي ستا ددنیا او اخرت خیر دی داسي نه وي چي زړه ورباندي وسوځي او خوشاله یې کړي ترڅو له هغه سره دا سوچ پیدا نه شي چي د مور ترټل یې بې ځایه وو ځکه خو یې پلار بېرته خوشاله کوي . (دوهم)  که ماشوم یو نېک کار وکړي باید سمدستي یوانعام ورکړ شي که هغه د مثال په توګه یوه ورځ ټول لمونځونه په اول وخت کي وکړي باید ماخوستن د پلار اویا مور له خوا هغه ته یو انعام ورکړل او هغه وپوهول شي چي دا یې څومره ښه کار کړی دی بله ورځ بیا په خپله هغه تکراروي تر څو هغه نېک کار د هغه په خټه کي ځای ونیسي او ماشوم ته انعام ورکول باید فوري او سمدستي وي او تشه دروغجنه وعده نه وي ځکه ماشوم � �ی ژر هېروي تر څو ماشوم پوه شي چي دایې د افعالو نتیجه ده . (درېیم) د ماشومتوب مرحله له دریو څ خه نیولي تر پنځو کلونو پوري ده چي په دې مرحله کي ماشوم د خپل ځان په هکله د استقلال احساس کوي او هم داراز د عمر په دې مرحله کي له دې سره مینه لري چي د نورو پېښې او تقلید وکړي ، که له والدینو څخه کوم یو په لمانځه درېږي ماشوم ورځي او خواته یې درېږي او هغه هم ورسره خپل حرکات اجراء کوي که هغه زمونږ پېښې کوي او مونږ ورته ووایو چي  ورځه خپلي لوبي وکړه ته لا اوس وړوکی یې او په لمانځه نه یې درېدلی دا به ستره غلطي وي ، مونږ باید هغوی پرېږدو چي په خپل فطرت سره اوپه خپله خوښه سره چي څرنګه یې زړه وي هغسي زمونږ د لمانځه پېښې وکړي په همدې توګه که هغه زمونږ په خوا کي رکوع او سجده کوي او بیا منډه واخلي او لوبي وکړي او یا لاس ټکوي او یا خبري کوي مونږ باید څه ورته ونه وایو او تبصره ورباندي ونکړو . هغوی د عمر په دې مرحله کي کېدای شي د لمونځ کوونکي مخي ته تېرشي او یالوبي وکړي او یا نعرې وهي او یا په لمونځ کوونکي سپرېږي خو باید ونه ترټل شي او نه پوري وهل شي او په مینه باید کېنول شي  . عن � �بي قَتَادَةَ الْأَنْصَارِيِّ قال رأيت النبي  صلى الله عليه وسلم  يَؤُمُّ الناس وَأُمَامَةُ بِنْتُ أبي الْعَاصِ وهى ابْنَةُ زَيْنَبَ بِنْتِ النبي  صلى الله عليه وسلم  على عَاتِقِهِ فإذا رَكَعَ وَضَعَهَا وإذا رَفَعَ من السُّجُودِ أَعَادَهَا (صحيح مسلم) و روی الأئمة مالك وغيره أنه  صلى الله عليه وسلم  كان يصلي وأمامة بنت أبي العاص إبنة زينب بنت رسول الله  صلى الله عليه وسلم  على عاتقه فإذا ركع وضعها وإذا � �فع من السجود أعادها(تفسير القرطبي) ابو قتادة رضي الله تعالی عنه فرمایې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ کولو او امامة رضي الله تعالی عنها د زینب رضي الله تعالی او دابي العاص لور چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمسۍ وه هغه یې په غېږ کي ور اخیستلي وه چي کله به یېرکوع کوله هغه به یې کېنوله او چي له سجدې څخه به قیام ته پورته شولو بېرته به یې ور واخېستله . تفسیر قرطبي هم دا حدیث ذکر کړی دی او وایې چي ډېرو فقهاوو لکه امام مالک او محدثینو دا حدیث را نقل کړی دی نووي وایې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دا کار د جماعت په لمانځه کي کړی دی په هرصورت د فقهي په کتابونو کي ددې څه ذکر ځما په نظر رانغلو خوکه یې م ونږ په غېږ کي نه را آخلو خو باید دکې هم ورنکړو. خو امام نووي دا مسأله څېړلي ده او لاندي عبارت یې ددې جواز و� �کوي چي که ماشوم په لمانځه کي څوکور واخلي او کوم ښکاره نجاست ورباندي نه وي پروا نلري د اهل العلم لپاره � �اندي متن رانقل کوم : وأن ثياب الصبيان وأجسادهم طاهرة حتى تتحقق نجاستها وأن ا� �فعل القليل لا يبطل الصلاة وأن الأفعال اذا تعددت ولم تتوال بل تفرقت لا تبطل الصلاة وفيه تواضع مع الصبيان وسائر الضعفة ورحمتهم وملاطفتهم وقوله رأيت النبي  صلى الله عليه وسلم يؤم الناس وأم امة على عاتقة هذا يدل لمذهب الشافعي رحمه الله تعالى ومن وافقه أنه يجوز حمل الصبي والصبية وغيرهما من الح يوان الطاهر في صلاة الفرض وصلاة النفل ويجوز ذلك للامام والمأموم والمنفردوحمله أصحاب مالك رضي الله عنه على النافلة ومنعوا جواز ذلك في الفريضة وهذا التأويل فاسد لأن قوله يؤم الناس صريح أو كالصريح في أنه كان في الف� �يضة وادعى بعض المالكية أنه منسوخ وبعضهم أنه خاص بالنبي  صلى الله عليه وسلم  وبعضهم أنه كان لضرورة وكل هذه الدعاوى باطلة ومردودة فانه لا دليل عليها ولا ضرورة اليها بل الحديث صحيح صريح في جواز ذلك وليس فيه ما يخالف قواعد الشرع لأن الآدمي طاهر وما في جوفه من النجاسة معفو عنه لكونه في معدته وثياب الاطفال وأجسادهم على الطهارة ودلائل الشرع متظاهرة على هذا والافعال في الص� �اة لا تبطلها اذا قلت أو تفرقت وفعل النبي  صلى الله عليه وسلم  هذا بيانا للجواز وتنبيها به على هذه القواعد التي ذكرتها(شرح النووي على صحيح مسلم ج5/ص32) قلت أما مذهب أبي حنيفة في هذا ما ذكر صاحب   البدائع   وفي بيان العمل الكثير الذي يفسد الصلاة والقليل الذي لا يفسدها فالكثير ما يحتاج فيه إلى استعم ال اليدين والقليل ما لا يحتاج فيه إلى ذلك وذكر لهما صوراً حتى قال إذا أخذ قوساً ورمى فسدت صلاته وكذا لو حم لت امرأة صبيها فأرضعته لوجود العمل الكثير الذي يفسد الصلاة وأما حمل الصبي بدون الإرضاع فلا يوجب الفساد ثم روى الحديث المذكور ثم قال وهذا الصنيع لم يكره منه لأنه كان محتاجاً إلى ذلك لعدم من يحفظها أو لبيان الشرع بالفعل وهذا غير موجب فساد الصلاة ومثل هذا أيضاً في زماننا لا يكره لواحد منَّا لو فعل ذلك عند الحاجة أما بدون الحاجة فمكروه(عمدة القاري ج4/ص303) همدارازپه دې عمر کي ماشوم ته باید سورة الفاتحة او معوذتین ور یاد کړل شي . د ماشوم د عمر دوهمه مرحله له پنځو کلونو څخه تر اوو کلونو پوري ده په دې مرحله کي باید ماشوم ته د هغه د پوهني مطابق په پستو او خوږو خبرود الله تعالی نعمتونه او احسانونه ور وپېژندل شي او هغوی وپوهول شي چي الله تعالی له خپلو بندګانو سره څومره مینه لري او په هغو یې څومره زیاته مهرباني او رحمت پېرزو دی دا کار د ماشوم په زړه کي د الله تعالی مینه پیدا کوي او هغه د الله تعالی د رضاکولو لور ته تشویق کوي خو د عمر په دې مرحله کي د والدینو زیاتي خبري باید د الله تعالی د ذات او د هغه د قدرت او صفاتو په هکله باید وي او هغوی ته دا ور وپېژندل شي چي د الله تعالی په عبادت کي زیات خوند اولذت دی  او د الله تعالی عبادت د انسان په ژوند مستقیمي اغېزې لري ، په دې وخت کي والدینو ته په کار ده چي د خپل ماشوم لپاره په خپلو کړو وړو کي یوه ښه نمونه وړاندي کړي ځکه ماشوم د هغوی تقلید کوي او والدین باید یوه ښه قدوه وي د مثال په توګه که والدین پنځه وخته لمونځ په اول وخت کي بې تکلیفه او په شوق سره ادا کوي او ما� �وم ورته ګوري هغه دا فکر کوي چي دا څومره ښه کارده چي د هغه مور او پلار یې کوي او د هغه هم مینه ورسره پیدا کېږي ، لمونځ باید د یوه عادت په شکل نه بلکه د عبادت په شکل هغه ته ور وپېژندل شي او د لمانځه په هکله د رسول الله ص� �ی الله قول وفعل او د صحابه کرامو قصې ورته بیان کړلی شي  همدا راز د عمر په دې مرحله کي ماشوم د قصو او نکلونو له آورېدلو سره مینه لري هغوی ته باید د اسراء او معراج قصه او همدا راز د انبیاوو � �صې وکړلی شي تر څو اسلامي فرهنګ  او عقیده د هغوی په ذهنونو کي ځای ونیسي . یوشی چي باید مونږ یې په پام کي ونیسو هغه داده چي د عمر په دې دواړومرحلو کي ماشوم تهدید نه شي ونه ترټل شي وهل خو لا په خپل ځای دی او اود هرښه کار په تېره بیا د لمانځه لپاره تشویق او ترغیب کړل شي  . په عمومي توګه د ژمي په موسم کي کېدای شي ماشوم له یخو اوبو څخه د تښتي په وجه لمونځ پرېږدي په کار داده چي تل تودې اوبه د هغه د اوداسه لپاره برابري کړلي شي ترڅو لمونځ ورڅخه پاته نه شي . ماشوم ته د لمانځه د تمرین د ورکولو لپاره باید یو ځانګړی سیاست په کار واچوو چي هغه په تدریج سره د هغه د اداکولو جوګه شي ، مثلاً دیو څه وخت لپاره هغه یوازي د سهار لمانځه ته راپورته کړو چي کله یې هغه عادت جوړشي د ماسپښین لمونځ ورباندي شروع کړو په همدې شکل سوکه سوکه هغه په ټولو لمونځونو عادت کړو کله چي په دې عادت شول بیا ددې تمرین ورکړو چي په اول وخت کي یې ادا کړي چي کله یې دا هم عادت جوړ شي بیا دسنتونو دادا کولو تمرین ورپیل کړو او هغه هم په تدریجي شکل ترڅو یې په مینه سره اداکړي او په ټولو سنتونو سره عادت شي . په دې وخت کي له هر تمرین سره هغه ته باید یو انعام وټاکل شي ضروري نه ده چي هغه نقدي وي ب� �که هغه شی انعام ورکړل شي چي هغه زیاته مینه ورسره لري او تل یې یادوي لکه نوي جامې یا ساعت او یا پلاستیکي م وټر او د نجونو لپاره پلاستیکي لوښی او د لوبو شیان . دا هم باید هغوی ته وښیو چي د لمانځه ادا کولوته ګړندیتوب جنت ته ګړندیتوب دی او دلمانځه په بدل کي الله تعالی مسلمان ته جنت ورکوي او جنت هغه ښایسته ",څرنګه کولای شو له لمانځه سره د اولادونو مینه پیداکړو 5267,قدوسي سلیمانخېل," اسلامي تربیې ته د مسلمانانو زیاته اړتیا په دې اساس ده چي بشري فکر او عقل په یواځي شکل نه شي کولای د انسانانو لپاره هغه ګټي خوندي کړي کومي چي د هغه دنیوي او اخروي نېکمرغي ورسره تړلي وي  همدا راز بشري عقل نشي کولای په تنهایې س� �ه د خیر او شر توپېر ته لاره پیداکړي ځکه چي انسان د حواسو او عقل له پلوه بشپړ نه دی که هرڅومره د هغه پوهنه او پوهنېز مدرکونه لوړو مراتبو ته ورسېږي خو بیا هم ټاکلي او نېمګړي وي . په دې اساس په کار ده چي اسلام زمونږ لپاره هغه بنسټېز مصدر جوړ شي کوم چي ټولنه ور څخه فکري روزنه او تربیوي اهداف او همداراز علمي او عملي لاري چاري او تعلیمي نصابونه او تدرېسي اصول لاس ته راوړي  . الله تعالی فرمایې : وَأَنَّ هَ� �َا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَنْ سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (سورة الأنعام 153) او همدا ځما سمه روغه لاره ده او تا سي هم په دې لاره ځۍ او په نورو بېلابېلو لارو مه ځۍ ځکه چي د الله تعالی له لاري څخه مو بېلاري کوي په همدې باندي الله تعالی درته وصیت کوي ښایې چي تاسي ځانونه وساتۍ . له دې آیت کریمه څخه جوته شوه چي دزمونږ تربیوي نقصان او کوتاهي د تلافي او جبران لپاره له دې څخه پرته بله هېڅ چاره نشته چي  له اصلي مصادرو څخه چي قرآن او سنت نبوي او د سلف صالحینو عملي ژوند او لارښووني دي د اسلامي تربیې اصول ځان ته خپل کړو او د هغوی په تګلاره باندي خپل پلونه کېږدو . په تواریخو کي د لقمان په هکله مختلف روایات رانقل شوي دي ویل کېږي چي لقمان د عنقاء زوی وو او نیکه یې سدون نومېدلو په خټه حبش او د سودان اوسېدونکی وو څوک وایې چي هغه نبي وو او څوک وایې چي نه یو نېک او عبادت ګذار سړی وو چي الله تعالی ورته ستره پوهنه ورکړي وه داسي هم ویل کېږي چي هغه د داؤود علیه السلام په وخت کي قاضي وو هغه د ترکاڼي کسب ګر هم وو جمهور مورخین دا وایې چي هغه د الله تعالی ولي او د حکمت او پوهني خاوند وو خو نبي نه وو الله تعالی هغه په قرآنکریم کي د هغه ذکرکړی دی  او هغه یې ستایلی دی او د هغه وصیت چي زمونږ د بحث موضوع الله تعالی په قرآنکریم کي ذکر کړی دی . دلته مونږ په دې څېړنه کي د مسلمان وګړي لپاره د اسلامي تربیې هغه اصول را خلاصه کوو کوم چي لقمان حکیم خپل زوی ته په وصیتونو کي وړاندي کړي دي لکه څرنګه چي الله تعالی په سورت لقمان هغه وصیتونه بیان کړي دي  . لومړی  د حضرت لقمان وصیتونه خپل زوی ته : قرآنکریم د حضرت لقمان حکیم وصیتونه خپل زوی ته په خپل تل پاته معجزانه اسلوب او مفهوم سره بیان کړي دي ، د لقمان حکیم وصیتونه هغه مثالي نمونه ده چي اخلاص او سمون په کي له ورایه په سترګو کېږي او پلرونو ته په کارده چي د خپلو زامنو په اسلامي او � �وغه روزنه کي د هغه په تګلاره ولاړ شي لکه څرنګه چي قرآنکریم د هغه د وصیتونونقل کوي الله تعالی فرمایې : وَلَقَدْ آتَيْنَا لُقْمَانَ الْحِكْمَةَ أَنِ اشْكُرْ لِلَّهِ وَمَنْ يَشْكُرْ فَإِنَّم َا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ حَمِيدٌ[12]وَإِذْ قَالَ لُقْمَانُ لِابْنِهِ وَهُوَ يَعِظُهُ يَا بُنَيَّ لَا تُشْرِكْ بِاللَّهِ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ[13]وَوَصَّيْنَا الْإِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَا� �ِدَيْكَ إِلَيَّ الْمَصِيرُ[14]وَإِنْ جَاهَدَاكَ عَلى أَنْ تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ[15]يَا بُنَيَّ إِنَّهَا إِنْ تَكُ مِثْقَالَ حَبَّةٍ م ِنْ خَرْدَلٍ فَتَكُنْ فِي صَخْرَةٍ أَوْ فِي السَّمَاوَاتِ أَوْ فِي الْأَرْضِ يَأْتِ بِهَا اللَّهُ إِنَّ ال� �َّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ[16]يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ[17] وَلَا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ[18]وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ وَاغْضُضْ مِنْ صَوْتِكَ إِنَّ أَنْكَرَ الْأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِيرِ[19] (سورة لقمان). او په رېښتیا سره مونږ لقمان ته ددې پوهنه ورکړه چي د الله تعا� �ی شکر ادا کړه او چاچي شکر اداکړ نو د خپل ځان لپاره یې شکر اداکړ او چاچي د نعمت کفران وکړ نو الله تعالی بې پ� �وا او ستایلی ذات دی . او کله چي لقمان خپل زوی ته وویل او ده هغه ته نصیحت کولو اې زما زویکه له الله تعالی سره شریک مه نیسه ځکه چي شرک کول یو ستر ظلم دی ، اومونږ انسان ته د هغه د مور او پلار په هکله توصیه کړي ده هغه خپ� �ي مور تکلیف سربېره په تکلیف په خېټه ګرزولی دی او په دوو کلونو کي یې له خپلي غېږي څخه بیلوي  چي زما � �کر ادا کړه او د خپل مور او پلار شکر ادا کړه ماته ستا بېرته راتګ دی ، که چېرته هغوی ( والدین) له تاسره په دې جنجال کوي چي له ماسره شریک ونېسه په کوم چي ته علم نلري نو ته د هغوی مه منه او په دنیاکي له والدینو سره ښه صحبت او ملګرتیا کوه او د هغه چا پیروي کوه چي هغوی زما خواته رجوع کوي  په پای کي مو ځما خواته بېرته راتګ دی او زه به مو په هغه څه خبر کړم چي تاسو په دنیا کي کول ، اې زما زویکه خبره داده که چی� �ته د سپېلني په اندازه یو وړوکی شی وي او هغه هم د یوې ډبري په مېنځ کي او یا په آسمانو کي او یا په زمکه کي وي خو الله تعالی به یې را څرګند کړي په رېښتیا سره الله تعالی مهربانه او په هرڅه خبر ذات دی ، اې زما زویکه لمونځ ودروه او په ښوکارونو امر کوه او له بدو کارونو څخه منع کوه او په دې لاره کي چي کوم تکلیف درته رسېږي په هغه صبر کوه په رېښتیا سره چي دا دچارو په سرته رسولو کي ثابت قدمي ده ، اود تکبر له وجهي خلګو ته خپله ټنډه تروه م ه نیسه  او په زمکه کي په غرور سره تګ مه کوه په رېښتیاسره چي الله تعالی هر لویې کوونکی او خود بین انسان نه خوښوي ، او په خپل تګ کي میانه روي کوه او په ښکته آواز سره خبري کوه په رېښتیا سره چي بدترین د غږونو د خر ه آواز (هونګاره) ده . (۱)  د تېرو ذکر � �ویو آیتونو له وړاندي کولو څخه وروسته اوس کولای شو د لاندنیو نقاطو په  بیانولو س� �ه د حضرت لقمان وصیتونو ته وضاحت ورکړو : لومړی کوم وصیت چي لقمان خپل زوی ته کوي هغه د توحید په هکله دی چي یوازي د الله تعالی عبادت وکړي او هغه پاک ذات شریک نلري یوازي هغه د عبادت مستحق دی او په عبادت کولو کي څوک ورسره شریک و نه نیسي ( يَا بُنَيَّ لا تُشْرِكْ بِاللَّهِ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُ� �ْمٌ عَظِيمٌ) . دوهم وصیت له مور اوپلار سره د احسان په هکله دی چي زامن باید له مور او پلار س� �ه دایمي او غیر منقطع احسان وکړي او د هغوی په صحبت کي تر تله پاته شي . (وَوَصَّيْنَا الأِنْسَانَ بِوَالِدَيْه) درېیم وصیت دادی چي بنده په هر وخت کي او په خپلو ټولو حرکاتو او سکناتو او اقوالو او اعمالوکي د الله تعالی له خوا مراقبت او څارنه په پام کي وساتي او ددې احساس ورسره وي چي له الله تعالی څخه هیڅ شی پټ نه دی نه په آسمانونو کي او نه په زمکه کي همداراز بنده باید د رزق په هکله پرېشانه نشي چي د الله تعالی له یاد څخه یې غافل کړي که د سپېلني په شان د هغه رزق په یوځای کي وي خو الله تعالی به هغه ورته راحاضر کوي (يَا بُنَيَّ إِنَّهَا إِنْ تَكُ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِنْ خَ� �ْدَلٍ)  څلورم وصیت د لمانځه په هکله دی چي بنده باید د هغه علی ا� �دوام  پابند واوسي او په عین وخت کي نورو ته په ښو کارونو د کولو حکم وکړي او له بدو کارونو څخه یې وژغوري او که په دې لاره کي له ستونځو او کړاوونو سره مخامخ کېږي برداشت یې کړي او صبر ورباندي وکړي   (يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنْكَرِ) پنځم وصیت د الله تعالی له بندګانو سره تواضع او خاکساري کول دی او له هغوی سره په خو� �اله ټنډه مخامخ کېدل دی او د غرور او تکبر د څېرې له خپلولو څخه لېري والی دی او له د الله تعالی له بندګانو سره د خبرو کولو په وخت کي په پسته لهجه او ټېټ آواز سره خبري کول دی . (۲) دوهم د لقمان په دې وصیتونوکي داسلام  تربیوي اړخونه دي چي په لاندي ټکو کي یې خلاصه کوو: (ا)  د توحید عقیده : د اس� �امي عقیدې او توحید د خپلو اولادونو په اذهانو کي ټینګول او پخول دی او مسلمانه کورنۍ هغه ړومبۍ مدرسه او ښوونځی دی چي د اولادونو رهنمایې او نېکه روزنه سرته رسوي اولادونه د مسلماني کورنۍ په غاړه کي یو ستر امانت دی چي د هغوی په هکله به له انسان څخه د الله تعالی په حضور کي پوښتنه کېږي الله تعالی فرمایې : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَا� �َةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْم َرُونَ ( التحريم 6)   اې د ایمان خاوندانو وساتۍ ځانونه خپل او عیالونه خپل له هغه اور څخه چي اوربل یې خلګ او ډبري دي ، په هغه باندي سخت او بې زړسوي ملایکه ( مقرر) دي چي د ا� �له تعالی د اوامرونافرماني نه کوي او هغه څه کوي چي حکم یې ورته کېږي . د اولادونو په هک� �ه لومړنی واجب چي والدینو ته ورپه غاړه دی او هغوی مکلف دي چي سرته یې ورسوي هغه د ماشوم په خټه کي د توحېد د نهال کرل دی او د الله تعالی او د هغه د رسول (ص) د محبت لورته د ماشوم د فکر او ذهن اړول دی ،  د ماشوم په دې ذهنیت او عقیده تربیه کول  او د هغه په دې خبرول دی چي الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم  هغه ته ترځان او مور او پلار او تر هرڅه ګران او محبوب دي ، همدا راز والدین خپلو ماشومانو ته د ایمان او د هغه د تفصیل په هکله بشپړ معلومات وښیې او د هغه په ذهن کي دا عقیده پخه کړي چي الله تعالی یو دی هغه په هرڅه قادر او د ټولو کایناتو خالق او فرمانروا دی هغه بل سیال نلري هغه زمونږ ټولو پروردګار دی څه چي کوي هغه کېږي او هغه خپلواک دی چي څه غواړي هغه کوي او مونږ د هغه فیصلو ته غاړه رسۍ یو ، داځکه چي اسلامي عقیده او په خدای تعالی ټېنګ ایمان د انسان د سلوک رهنمایې کوي او هغه انسان د نېکواعمالو او د خیر د کارونوخواته پوري وهي او په دې لاره کي ورسره مرسته کوي همداراز په الله تعالی ټېنګه عقیده انسان له بدو لارو او بدو افکارو څخه راګرزوي او د ښو اخلاقو او فضایلو په ګېڼه یې ښایسته کوي . په دې کي څه شک نشته چي په الله تعالی او د هغه په رسولانو علیهم السلام او په نورو م� �من بها شیانو چي په آمنت بالله کي ذکردي ایمان لرل انسان د نیکو اعمالو خواته متوجه او د هغو په کولو باعث کوي او د قرآنکریم په ګڼو آیتونو کي الله تعالی د ایمان تر څنګ د عمل صالح یعني نېکو اعمالو ذکر هم کړی دی دا په دې اساس چي ایمان له نېکو اعمالو سره ټېنګ پیوند او تماس لري نو کله چي مونږ خپلو ماشومانو ته د ایمان په هک� �ه روزنه ورکوو هغوی باید په دې وپوهوو چي په الله تعالی او د هغه په رسول صلی الله علیه وسلم ایمان لرل تر هغه وخته نشي بشپړ کېدلای تر څو چي د هغوی د اوامرو اطاعت ونکړي او له هغو اعمالو ځان منع نکړي چي الله تعالی هغوی ورڅخه منع کړي دي  لکه الله تعالی چي فرمایې : وَالْعَصْرِ[1]إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ[2]إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ[3] (سورة العصر) زما د قسم په زمانه یا مازدیګر وي چي انسان په تاوان کي دی مګر هغه څوک چي په خدای تعالی ایمان ولري او نېک کارونه وکړي او یو بل ته په حق سره توصیه وکړي او یو بل ته په صبر کولو سره توصیه او رهنمایې وکړي . همداراز په قرآنکریم کي نور هم ګڼ شمېر � �یتونه شته چي له ایمان سره یې جوخت د نېک عمل یادونه هم کړي ده واقعي او رېښتونی ایمان هغه دی چي نېک عمل یې زېږنده وي او ښه اخلاق ورڅخه راوزي ځکه چي دا ضروري ده چي ښه اخلاق أخوت او اسلامي ورورولي او یو� �ه بل سره حقیقي مینه همدا راز له کبایرو او غټو ګناهونو څخه اجتناب او د ځان ساتنه د هم دغي عقیدي مېوه وي . لکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : لا إِيمَانَ لِمَنْ لا أَم َانَةَ لَهُ وَلا دِينَ لِمَنْ لا عَهْدَ لَهُ (رواه أحمد) د هغه چا ايمان نشته چي امانت نه پالي او دهغه چا ایمان نشته چي وعده او معاهده نه پالي . مَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَلَا يُؤْذِي جَارَهُ  (رواه البخاري ومس� �م).  هغه څوک چي په الله تعالی او د آخرت په ورځ ایمان لري هغه خپل څنګلوري ته تکلیف او ضرر نه رسوي . همداراز د ایمان اثرات له حرامو کارونو څخه په اجتناب کي ښکاره کېږي لکه لاندي حدیث شریف چي د له سلوک سره د ایمان تماس د کولو په وخت کي ښیي  لَا يَزْنِي الزَّانِي حِينَ يَزْنِي وَهُوَ مُ� �ْمِنٌ وَلَا يَشْرَبُ الْخَمْرَ حِينَ يَشْرَبُ وَهُوَ مُؤْمِنٌ وَلَا يَسْرِقُ حِينَ يَسْرِقُ وَهُوَ مُؤْم ِنٌ (رواه البخاري ومسلم.) زناکار د زناکولوپه وخت کي چي کله زنا کوي مؤمن نه پاته کېږي شرابخور د شراب څښلو په وخت کي کله چي شراب څښي مؤمن نه پاته کېږي او غل د غلا کولو په وخت کي چي کله غلاکوي مؤمن نه پاته کېږي . لا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى يُحِبَّ لأَخِيهِ أَوْ قَالَ لِجَارِهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ  (رواه البخاري ومسلم)  په تاسو کي یوڅوک تر هغه وخت د ایمان څښتن نشي جوړېدلای چي تر څو خپل ورور او یا ګاونډي ته هغه څه خوښ نکړي چي ځان ته یې خوښوي . د توحیدعقیده ضروري  ده چي د انسان په کړووړو کي منعکسه شي کله چي د انسان دا عقیده جوړه شي چي الله تعالی په هرڅه خبر دی او د هغه د اعمالو څارنه کوي بیا دا عقیده د مسلمان په سلوک کي د فرد په صفت او د اسلامي ټولني په تعامل کي د ټولني په صفت را څرګندېږي . هغه مسلمان وګړی چي په دې باورلري چي الله تعالی د هغه په ښکاره او پټو خبردی  ضرور دا عقیده د هغه په عمل کي ترجمه کېږي همدا راز هغه ټولنه چي همدا ع� �یده ولري ضرور د خپل ژوندانه نظام له دې عقیدې سره سم جوړوي . هغه څه چي مونږ ور باندي وغږ ېدلو دا جوته کوي چي د انسان او انساني ټولني نېکمرغي او دهغې استقامت یوازي په دې کي ده چي د هغې ټول کړه وړه له اسلامي عقیدې سره تړلي وي په همدې اساس هغه چاته چي د تربیې او روزني ورځنۍ چاري او مسؤولیت ورپه غاړه دی باید د تربیې ټول اړخونه له دې عقیدوي بنسټ  سره ونښلوي ځکه چي دا د انسان په انفرادي او اجتم اعي ژوند کي ژور اهمیت لري او د هغه عادات او افکار او اهداف یوله بل سره نښلوي او د خیر په لور یې رهنمایې کوي او دې ته یې هڅوي چي د الله تعالی د حاکمیت او قدرت او د هغه د الوهیت په وړاندي د عاجزي سرټیټ کړي او د هغه اوامرو ته غاړه کېږدي . (ب) دوهم له مور او پلار سره احسان او د هغوی اطاعت کول دی : له اولادونو سره د والدینو مینه او په زړ سوی سره پالنه د ترحم له ښکاره هغو شکلونو څخه دی چي په اولاد هم دا فرض کوي چي هغوی ورسره بالمقابل مینه او زړ سوی وکړي او کله چي والدین په عمر کي ستر شي  په هماغه بڼه یې وپالي کوم چي هغوی پالل او د هغوی لپاره د تواضع او خاکساري وزر وغوړوي او زړه ور باندي وسوځوي او له الله تعالی څخه د مغفرت دعاګاني ورته وغواړي . د والدینو م هرباني او زړسوی په خپل اولاد باندي هغه پېرزوینه ده چي د هغه بیه نشي ټاکل کېدلای او نه یې اولاد بدله ورکولای شي دا یوه فطري مینه ده چي الله تعالی د والدینو په زړونو کي داولاد لپاره اچولي ده ځکه خو د الله تعالی له تو حید څخه وروسته ترټولو حقوقو مخکي فریضه او د اجتماعي اړیکولومړنی واجب دی چي الله تعالی د انسان په غاړه ور اچولی دی همدا راز د والدینو عقوق یعني نافرماني او د هغوی ځورول او تکلیف ورته متوجه کول که په هره بڼه وي له کبیره ګناهونو څخه دی چي شرک ته نژدې دی ځکه خو د قرآنکریم په ګڼ شمېر آیتونوکي الله تعالی د هغوی په احسان او اطاعت امر کړی دی لکه چي الله تعالی فرمایې : وَاعْبُدُوا اللَّهَ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا (سورة النساء36) او تاسي د الله تعالی عبادت کوۍ او له هغه سره هیڅ شی شریک مه نیسۍ او له خپل مور او پلار سره احسان کوۍ . لقمان حکیم خپل زوی ته په خپل وصیت کي هغه علاقه چي د اولاد او والدینو تر مېنځ ده په ډېر حکیمانه انداز کي ښيي چي د والدینو د شکر په ځای کول د ال� �ه تعالی له شکرڅخه وروسته ده ځکه چي اول منعم او احسان کوونکی الله تعالی دی . همداراز د والدینو په هکله وصیت د هغوی په اطاعت کي تمثیل کېږي او اطاعت په ګناه کولو او یا دفریضې په پرېښوولو کي نشته خو په مباحاتو او جایزو کارونوکي یې اطاعت فرض دی لکه مخکي چي مو وویل چي د اولادونو تعلق له والدینو سره د احت� �ام او تقدیر په اساس باید مبني وي ځکه چي د هغوی د برتري په خپل اولاد باندي کوم حد نشته او نه دا دیو چا په وس کي شته چي د هغوی د فضېلت د مقام نهایي نقطه وټاکي  ځکه خو په وار وار په قرآنکریم اوپه نبوي پاک سنت کي له والدینو سره احسان کول او د هغوی  اطاعت کول او دهغوی عملي شکریه اداکول تکرارېږي ترڅو اولادونه په دې وپوهوي چي د هغه چا خیال وساتي چاچي د خپلي ځواني خوږې شېبې د اولادونو په چوپړ کي تېرولې او د خپل ژوند محصول یې تر دوی جارولو او د خپل ژوند مېوې یې په هغوی خوړلې اوس یې د عمر باغ په وچېدلو دی د عمر په دې غمیزه مرحله کي چي جسمي قواوي یې کمزوري شوي دي او د بړبوکي په شان د نرم باد په مقابل کي د مقاومت توان نلري په کار ده اولادونه یې په ډېر لطافت سره پام وساتي او د هغوی په مقابل کي هیڅ داسي حرکت ونکړي چي د هغوی لپاره د پرېشاني سبب جوړ شي . په دې کي هم څه شک نشته چي یو څوک که هر څومره � �ه خپل مور او پلار سره احسان وکړي د هغوی حق نشي پوره کولای او نه د هغوی د پالني عوض ورکولای شي  دا ځکه چي کله اولادونه وړوکي  وو هغوی ورسره احسانونه کول او د هر خیر تمنا یې ورته لرله او له هرتکلیف څخه ورباندي وېرېدلو او له الله تعالی څخه یې د هغوی سلامتیا او لویښت او د هغوی لپاره اږود ژوند غوښتلو او هر هغه ځور چي به د اولادونو لپاره په هغوی باندي  تېرېدلو خوند به یې ځیني اخېستلو او نه به ورباندي ستومانه کېدلو او داولادونو د آرام او هوسایني لپاره به یې خپلي د ژوند خوږې شپې رڼولې او بېخوبه به وو، اولادونه که له مور او پلار سره هرڅومره زیات احسانونه وکړي خو هغه احساسات چي والدینو د هغوی په پاللو کي لرل  په هیڅ صورت نشي خپلولای  الا ماشاء الله تعالی .  د لقمان حکیم له دوهم وصیت څخه دا جوته شوه چي د الله تعالی د شکر له ادا کولو څخه وروسته اولاد ته په کار ده چي د والدینو شکر ادا کړي اود هغوی حقوق وپېژني او مراعات یې کړي او د هغوی د احسانونو په مقابل کي ور سره احسان وکړي . د والدینو د حقوقو په هکله د هغه مقال ته مراجعه وشي چي یواځي په همدغه هکله لیکل شوی دی هلته هغه آیات او احادیث او نصوص غالبا ټول ذکر شوي دي کوم چي په دې هکله راغلي دي . (ج)  د الله تعالی په علم او قدرت باندي ایمان لرل  : په درېیم وصیت کي لقمان خپل زوی مخاطب ګرزوي او ورته وایې چي زویکه له الله تعالی څخه هیڅ پټ نه دي حتی هغه د سپېلني وړه دانه چي نه تول کېدلای شي او نه یې انساني حس دروند والی محسوس کولای شي هم د الله تعالی د علم او خبرتیا له دایرې څخه وتلی نه دی ،  یعني که د انسان  رزق د سپېلني په اندازه وي او هغه په تيږه کي وي او یا په آسمانونو کي وي او یا په زمکو کي هم وي خو الله تعالی په دې قدرت لري چي هغه انسان ته را حاضر کړي او هغه ته یې  ورسوي او هغه باید د رزق په هکله پرېشان او د ف� �ایضو له ادا کولو او د نیکانو له پیروي څخه مشغول نه شي . په دې هکله چي د الله تعالی د علم له احاطې څخه هیڅ شي وتلی نه دی او هغه په هرڅه بشپړخبر او قادر دی نور هم زیات څرګند آیتونه راغلي دي الله تعالی فرمایې : وَعِنْدَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لا يَعْلَمُهَا إِلا هُوَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَا تَسْقُطُ مِنْ وَرَقَةٍ إِلا يَعْلَمُهَا وَلا حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الأَرْضِ وَلا رَطْبٍ وَ� �ا يَابِسٍ إِلّا فِي كِتَابٍ مُبِينٍ (سورة الأنعام) او له الله تعالی سره د پټو شیانو کلي ګاني دي چي له ده څخه پرته بل څوک نه دي ورباندي خبر او په هغه څه علم لري چي په وچه او سمندرونوکي دي اوداسي پاڼه نشته چي له وني څخه رالوېږي اوهغه ورباندي خبر نه وي او نه د زمکي په ترږمیو کي یوه داسي وړه دانه شته او نه داسي وچ او لامده شته چي په څرګندوونکي کتاب  (لوح محفوظ) کي نه وي . له دې وصیت څخه دا هم جوته کېږي چي که انسان یوه وړه ګناه او یا کوچنی نېک کار د سپېلني د وړې دانې په اندازه هم کوي  خو د الله تعالی د علم له دایرې څخه وتلی نه دی په دې اساس هغه په خپل هر حرکت کي د الله تعالی څارنه او مراقبت په پام کي باید ونیسي . په دې تربیوي مفهوم سره انسان ته وېره پیدا کېږي او هر وخت او په هرحالت کي په ښکاره او په پټه کي د الله تعالی څارنه د هغه په پام کي وي هغه چي هرڅه کوي د الله تعالی مراقبت یې مخي ته درېږي هغه بیا کله هم د یوه بدکار اراده نه کوي او په هرنېک عمل کي مخلص وي او د الله تعالی رضا په پام کي نیسي . که د اولاد روزنه او تربیه په دې عقیدې سره وشي چي الله تعالی د هغوی د اعمالو مراقب او لیدونکی دی او له هغوی سره ورباندي حساب کوي بیا هغوی کله هم د خپل عمل له انجام څخه نه غافل کېږي او له هغو کارونو څخه پرته چي د الله تعالی رضا په کې وي بل په هیڅ کار لاس نه پوري کوي ځکه چي د هغه دا عقیده وي چي الله تعالی هغه عمل نه قبلوي چي مسلمان د الله تعالی د رضا نیت په کي ونکړي . فعَنْ أَبِي أُمَامَةَ الْبَاهِلِيِّ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: إِنَّ اللَّهَ لا يَقْبَلُ مِنْ الْعَمَلِ إِلّا مَا كَانَ لَهُ خَالِصًا وَابْتُغِيَ بِهِ وَجْهُهُ  (رواه النسائي). له ابوامامة رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : الله تعالی هیڅ عمل نه قبلوي مګر هغه عمل چي سوچه او پاک وي او د هغه رضا په کي غوښتل شوي وي . په دې اساس پ� �رونو اومېندوته او هغه چا ته چي دتعلیم او تربیې په ډګر کي مکلفیت لري په کار دی چي د زامنو او شاګردانو په زړونو کي د هغوی د اعمالو او حالاتوپه اړه د الله تعالی د مراقبت او څارني عقیده پخه کړي تر څو دا عقیده له هغوی سره د هغوی په ټولو کړو وړو کي ملګري وي ، خپلو اولادونو او شاګردانو ته په هروخت کي چي کله مو د هغوی ناوړه سلوک ولیدلو توصیه وکړو چي په دې کار الله تعالی خپه کېږي او هغه ستاسو دا عمل  ویني او ستاسو دا عمل ستاسو په عملنامو کي ثبت کوي همداراز که هغوی یو نیک کار کوي هم دا ور ته تزریق کړو چي د الله تعالی د رضا نیت په کي وکړه الله تعالی به یې اجر او ثواب درکړي او دا نیک کار ستا په عمل نامه کي � �یکل کېږي تر څو هغه له وړکتوبه په دې روغه عقیده لوی شي او بیا به بې تکلفه هغه نیک کارونه کوي چي هغه یې الله تعالی ته نژدې کوي او هم یې ځان او ټولني ته ورباندي ګټي رسېږي  . کله چي اولادونه په دې عقیده وروزل شي بیا به هغوی د پاک احساس خاوندان وي او دې ډول تربیې ته رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاندي حدیث شریف کي لارښوونه کړي ده : قال ما الْإِحْسَانُ قال أَنْ تَعْبُدَ اللَّهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ فَإِنْ لم تَكُنْ تَرَاهُ فإنه يَرَاكَ (رواه البخاري ومسلم). جب� �ائيل عليه السلام له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چي احسان څه ده ؟ هغه وفرمایل : داچي د الله تعالی داسي بندګي وکړې لکه چي ته هغه وينې او كه ته هغه نه وينې نو هغه خو تا هرومرو ویني . كله چي پ� �رونه او مېندي د خپلو اولادونو په دې شکل تربیه او د هغوی په تربیت کي له دې اصولو څخه کار واخلي نو د الله تعا� �ی په توفیق سره به په ډېر لنډ وخت کي وویني چي په الله تعالی يو عفیده لرونکی داسي نسل یې روزلی دی چي په خپل دین به ویاړ کوي په خپل اسلامي تاریخ  به فخر کوي او یوه داسي ټولنه به رامېنځ ته کېږي چي � �ه هر ډول ګمراهي او دښمنيو او له جرایمو څخه به پاکه ټولنه وي . (د) د الله تعالی � �ورته په لمانځه سره توجه کول او د الله تعالی خواته د خلګو رابلل او په دې لار کي په صبر او متانت سره د کړاوونو ګالل  : لقمان حکیم خپل زوی ته د لمانځه د قایم کولو حکم کوي او وایې اې زویکه لمونځ ودروه ، الله تعالی په انسان باندي ځیني عبادتونه فرض ګرزولي دي چي هغه د انساني س� �وک او اخلاقو په مهذب کولو او د زړونو او اعمالو په اصلاح کي مستقیم اثرات لري چي یو له هغو عبادتونو څخه هم � �مونځ دی ، لمونځ د اسلام دوهم رکن او هغه ستني ده چي د اسلام بناء له هغه څخه پرته نه درېږي او لمونځ هغه عبادت دی چي له بنده سره به د قیامت په ورځ اول د هغه حساب کېږي ، اسلام د لمانځه دومره ټینګار کوي چي په سفر او اقامت په سوله او په وېره کي د هغه د پرېښودلو مراعات نشته او په مسلمان باندي فرض دی چي پابند یې واوسي . الله تعالی فرمایې :   حَافِظُوا عَلَى الصَّلَوَاتِ وَالصَّلَاةِ الْوُسْطَى وَقُومُوا لِلَّهِ � �َانِتِينَ[238]فَإِنْ خِفْتُمْ فَرِجَالًا أَوْ رُكْبَانًا فَإِذَا أَمِنْتُمْ فَاذْكُرُوا اللَّهَ كَمَا عَلَّم َكُمْ مَا لَمْ تَكُونُوا تَعْلَمُونَ  (سورة البقرة239)  همېشه توب کوۍ په لمونځونو باندي او په مینځني ( د ماسپښین) لمونځ باندي او ودرېږۍ تاسي د الله تعالی لپاره فرمانبرداره او په عاجزي سره . او که تاسو له دښمن څ خه وېرېدلاست (نو لمونځ په خپل وخت کي ادا کوۍ) که پیاده یاست او که سپاره یاست او او کله چي په امن کي شوۍ نو بیا الله تعالی یادوۍ په هغه شکل لکه چي تاسو ته یې در زده کړي دي هغه څه چي تاسي نه واست په هغه باندي خبر . که یو څوک د الله تعالی له خوا د فرض کړي شویوعبادتونو په هکله ژور فکر وکړي دا به ورته مع� �ومه شي چي هغه د نفسونو په صفایې او د زړونو په ډاډمني او د فرد او ټولني په اصلاح او سمون کي مهم اثرات لري چي په لاندي ډول یې خلاصه کولای شو .   لمونځ په پښو درول د ایمان د � �ېښتینوالي او په مؤمن کي د الله تعالی د تقوا نښه ده  الله تعالی فرمایې : قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ  _ الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ  (سورة المؤمنون1-2) په رېښتیا سره کامیاب شول هغه مؤمنان چي هغوي په خپل لمانځه کي عاجزي کوونکي دي . لمونځ د فرد او ټولني لپاره یو تربیوي عبادت دی چي هغوی لوړو ښو اسلامي اخلاقو ته پورته کوي او له بدو اقوالواو  اعمالو څخه هغوی راګ� �زوي الله تعالی فرمایې : وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَر ( سورة العنكبوت45) او لمونځ ودروه ځکه چي لمونځ له بدفعلي او حرامو کارونو څخه (انسان) منع کوي . لمونځ په دنیوي ژوند کي مسلمان ته د ستونځو او تکلیفونو په مقابل کي � �وحي قوت وربښي الله تعالی فرمایې : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ   (سورة البقرة153) اې د ایمان خاوندانو تا سي مرسته وغواړۍ په صبر کولو او لمانځه سره په رېښتیاسره الله تعالی د صبر کوونکیو ملګری دی . لمونځ د روح هغه غذاء ده چي انسان ته د تکلیف په وخت کي په خواشیني کېدلو باندي بر� �اسی ورکوي اود پراخي  په ښ ",د لقمان خپل زوی ته په وصیتونوکي تربیوي اصول 5268,قدوسي سلیمانخېل," د زیاتي ستایني وړ یواځي هغه ذات دی چي  په مونږ یې د اسلامي عقیدې او ایمان نعمت پېرزو کړی دی او هر كور ته يې هغه عزت بښلی دی چي په نورو ادیانو کي هغه حرمت نلري  او کورونه یې د خپلو خاوندانو لپاره د سکون یوه پناه ګاه جوړه کړي ده چي په هغوي کي د اطمینان او ډاډ ساه واخلي او په امن و امان کي خپل عزت او ناموس په کي وساتي او له هغه څه څخه یې په پټه او پرده کي وساتي کوم چي عزتونو ته خطره پېښوي. الله تعالی په قرآنکریم کي مسلمانانو ته خطاب کوي فرمایې : يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَدْخُلُواْ بُيُوتاً غَيْرَ بُيُوتِكُمْ ح َتَّى تَسْتَأْنِسُواْ وَتُسَلِّمُواْ عَلَى أَهْلِهَا ذلِكُمْ خَيْ� �ٌ لَّكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ . فَإِن لَّمْ تَجِدُواْ فِيهَآ أَحَداً فَلاَ تَدْخُلُوهَا حَتَّى يُؤْذَنَ لَكُمُ وَإِن قِيلَ � �َكُمْ ارْجِعُواْ فَارْجِعُواْ هُوَ أَزْكَى لَكُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ ( النور) اې د ایمان خاوندانو له خپلو کورونو څخه پرته پردیو کورونو تر هغه وخته مه ننوزۍ ترڅو چي مو د کور له خاوندانو څخه روغبړ او په مینه هرکلی نه وي تر لاسه کړی او هغوی ته مو س� �ام نه وي وراچولی  دا ستاسو لپاره غوره ده ښایې چي تاسو پند ورڅخه واخلۍ که مو په هغه کور کي څوک ونه موندلو نو تر هغه وخته مه ور ننوزۍ ترڅوچي د ننوتلو اجازت نه وي در کړشوی او که درته وویل شي چي بېرته وګرزۍ نو واپس شۍدا ستاسو لپاره بهتره او غوره ده او الله تعالی په هغه څه ښه خبر دی چي تاسو یې کوۍ . پردیو کورونو ته بې له اجازې څخه ورننوتل د هغه کور د احترام پایمال کول دی اوکله خولویي فتنې ورڅخه جوړي شي همدا راز د انسان په کتلو کي شکوک پیدا کېږي او بالعکس په اجازت اخېستلو کي هغه شکوک او � �بهات ختمېږي او د کورونو حرمت ساتل کېږي او د اخلاقي مفاسدومخنېوی کېږي . هرڅوک چي په خپل کور کي وي په یوه ځانګړي شکل ژوند کوي او په یوه خاص کیفیت سره اوسېږي چي نه غواړي نور خلګ یې هغه کیفیت وویني اویا په پټو خبرو لګیاوي چي نه غواړي نور څوک ورباندي خبرشي او یا غواړي دخپلي کورنۍ داخلي چاري د نورو له نظره پټي وساتي او په اجازت اخېستلو کي د هغه دا غوښتني بشپړي کېږي . او په ناڅاپی توګه په بې اجازې ور ننوتلو خواه که هغه له خپلوانو څخه وي او که اجنبي وي د کور خلګ په تکلیف کېږي او په نفسیاتي طور یې عزت ته صدمه رسېږي او کېدای شي غصه یې وپارېږي او په داسي عکس العمل لاس پوري کړي چي عواقب یې د جانبینو تر مېنځ ژور تاو ت� �ېخوالی رامېنځ ته کړي . زمونږ او ستاسي په خپلو خپلوانو کي به داسي کسان هم وي چي کله ناکله یې  یواځي خپل کار په مخ اخېستی وي او بې له دې چي اجازه وغواړی او یا وټوخېږي په ډېره بېړه د کور په دننه کي مخامخ درته ودرېږي چي کېدای شي د کور خاوند ته ډېره درنه تمامه شي او هغه یې د ځان او کور سپکه وګڼي ځکه خو اسلام ددې لپاره آداب وضع کړي دي چي مونږ یې باید په خپل ورځني ژوند کي هرچېرته مراعات کړو .  تاسونه ګورۍ چي الله تعالی په ذکر شوي آیت کرېمه کي د اجازت اخېستلو تر څنګ د استیناس توری ذکر کړی دی چي مفهوم یې دا دی چي ملاقات ته راتلونکی شخص باید په لطافت او د خو� �الي په څیره سره د کور مالک ته سلام ور واچوي تر څو دواړه په مینه سره مخامخ شي او یو له بل څخه کرکه ونکړي دا هغه ارزښتمن اسلامي اخلاق دي چي د اسلامي اخوت مراندي ټېنګوي او د جانبینو له مېنځه وحشت وړي . نبوي سنت د دې اسلامي فورمول وضاحت په داسي عملي او تطبیقي شکل سره کړی دی چي د اسلام ستر پېشوا رسول الله صلی الله علیه وسلم چي به کله د یوچا دروازې ته ورغی ښي او یا کېڼ طرف ته به یې ودرېدلو او دوه ځلي به ویل السلام علیکم ، السلام علیکم عن عبد اللَّهِ بن بُسْرٍ قال كان رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  إذا أتى بَابَ قَوْمٍ لم يَسْتَقْبِلْ الْبَابَ من تِلْقَاءِ وَجْهِهِ وَلَكِنْ من رُكْنِهِ الْأَيْمَنِ أو الْأَيْسَرِ وَيَقُولُ السَّلَامُ عَلَيْكُمْ السَّ� �َامُ عَلَيْكُمْ (سنن أبي داود) له عبدالله بن بسر څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله ع� �یه وسلم چي به کله د یوچا دروازې ته ورغی نو دروازې ته مخامخ نه درېدلو،  ښي او یا کېڼ لوري ته به ودرېدلو او وبه یې ویل السلام علیکم السلام علیکم . په همدې شکل صحابه کرام او سلف صالحین چي کله به د یو چا کورته ورتلل په همدغه شکل به یې د الهي فرمان او سنت نبوي په رڼاکي دا تګلاره عملي کو� �ه . وأخرج الطبراني عن سعد بن عبادة قال جئت إلى النبي  صلى الله ع� �يه وسلم  وهو في بيته فقمت مقابل الباب فاستأذنت فأشار الي أن تباعد وقال هل الاستئ� �ان إلا من أجل النظر(الدر المنثور) سعد بن عبادة رضي الله تعالی عنه فرمایې چي د رسول الله کورته راغلم او هغه په کور کي دننه وو دروازې ته مخامخ ودرېدلم او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مي د ورننوتلو اجازه وغوښتله رسول الله صلی الله علیه وسلم اشاره راته وکړه چي له دروازې څخه لېري شم  او راته ویې ویل چي آیا اجازه اخېستل د کتلو لپاره نه ده ؟ یعني اجازه اخېستل له دې وجهي ضروري ده چي څوک د کور دنني انګړ ته ونه ګوري  دا چي ته له دروازي څخه دننه لورته راګورې بیا اجازه د څه شي غواړې  . وأخرج أحمد والبخاري ومسلم والترمذي والنسائي عن سهل بن سعد قال اطلع رجل من حجر في حجرة النبي  صلى الله عليه وسلم  ومعه مدري يحك بها � �أسه فقال لو أعلم انك تنظر لطعنت بها في عينك انما جعل الاستئذان من أجل البصر وفي لفظ إنما جعل الله الاذن من أجل البصر (الدر المنثور) له سهل بن سعد رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي یوه سړي د � �سول الله صلی الله علیه حجرې ته دننه ور کتلو او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ږمونځ او یا برش وو چي ځان یې ورباندي ګیرولو بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل چي که خبر وای چي ته راته ګورې نو په دې ږمونځ به مي په سترګه کي وېشتلی وای الله تعالی اجازه اخېستل د سترګو د لېدلو او کتلوله وجهي ضروري ګرزولي ده . همدا راز هغه څوک چي د یوچا کورته د ورننوتلو اراده لري درې ځلي د اجازه غواړي که اجازه و� �کړه شي ور دننه دشي او که نه واپس د ولاړشي دا ځکه چي په لومړي ږغ د کور خلګ متوجه کېږي او په دوهم ږغ یوله بل س� �ه مشوره کوي او په درېیم ږغ خو یا اجازه ورکوي او یایې واپس کوي او فقهاء وایې چي که د کور والو د هغه آواز آو� �ېدلی وي نو تر دریو وارونو  اضافه آواز د نه کوي او که هغه پوهېږي چي د کور خلګو دده � �واز نه دی آورېدلی نو بیا د تر هغه آواز ورته کوي چي پوه شي چي دده ږغ ور ورسېدلو . همدا � �از به د اجازې اخېستلو لپاره دا وایې چي : السلام علیکم آیا زه داخل شم ؟ استأذن رجل على رسول الله  صلى الله عليه وسلم  فقال أألج فقال عليه ا� �صلا والسلام لامرأة يقال لها روضة   قومي إلى هذا فعلميه فإنه لا يحسن أن يستأذن � �ولي له يقول السلام عليكم أأدخل فسمعها الرجل فقالها فقال ادخل فدخل(التفسير الكبير) يوه سړي رسول الله صلي الله عليه وسلم ته د ورتګ � �پاره اجازه غوښتله او هغه مبارک په خپل کورکي وو دې سړي وویل آیا زه دننه شم؟ خو رسول الله یوې ښځي ته چي روضه نومېدله وویل چي دې سړي ته ورشه او د اجازت اخېستلو توري او طریقه ور وښیه ځکه چي هغه ته د اجازت اخېستلو طریقه نه ده معلومه او ورته ووایه چي داسي ووایه السلام علیکم آیا کورته د ننه درشم ؟  سړي همدغه كلمات واورېدل او په هماغه شکل یې اجازه واخېستله رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا اجازه ورکړه او کورته و� �دننه شو. همدا راز د ننوتونکي سړي لپاره په دروازه ټکولو ، آواز کولو او ټوخي کولو سره د اجازت اخېستلو جواز شته د عبد الله ابن مسعود رضي الله تعالی عنه مېرمنه زینب رضي الله تعالی عنها وایې چي عبدالله چي که به کله کورته رادننه کېدلو وبه یې ټوخل او غږ به یې وکړ عن زَيْنَبَ قالت كانت عَجُوزٌ تَدْخُلُ عَلَيْنَا تَرْقِي من الْحُمْرَةِ وكان لنا سَرِيرٌ طَوِيلُ الْقَوَائِمِ وكان عبد ال� �َّهِ إذا دخل تَنَحْنَحَ وَصَوَّتَ فَدَخَلَ يَوْمًا فلما سَمِعَتْ صَوْتَهُ احْتَجَبَتْ منه فَجَاءَ فَجَ� �َسَ إلى جَانِبِي فَمَسَّنِي فَوَجَدَ مَسَّ خَيْطٍ فقال ما هذا فقلت رُقًى لي فيه من الْحُمْرَةِ فَجَذَبَهُ وَ� �َطَعَهُ فَرَمَى بِهِ(سنن ابن ماجه) زینب رضي الله تعالی عنها فرمایې چي یوه بوډۍ ښځه وه چي د لړمي کېدلوددم لپاره به زمونږکورته راتلله او زمونږ په کور کي یو کټ وو چي اوږدې پښې یې وې د عبد الله عادت وو چي کورته به رادننه کېدلو ټوخلو به یې او ږغ به یې کولو یوه ورځ هغه را ننوتلو او دا بوډۍ ناسته وه چي کله یې د هغه ږغ واورېدلو ورڅخه پټه شوله عبد الله راغی او ځما په خوا کي کېناستلو او لاس یې را باندي تېر کړلو او سپڼسی په لاس ورغی او وویل چي دا څه شی دی ما ورته وویل چي دا مي د لړمي کېدلو لپاره دم کړی دی ده کش کړ او هغه یې پرې کړلو او بیا یې وغورځولو. په دې اساس علماء کرام وایې چي که یو سړی خپل کور ته دننه کېږي هم باید یا خو وټوخېږي او یا غږ وکړي او یا د پښو څرپی جوړ کړي ترڅو د کور نور انسانان وپوهېږي چي څوک راغلو او ناڅاپه د نه ننوزي . په همدې شکل چي کله د کور له دننه څخه پوښتنه وشي چي څوک یې نو خپل نوم د یادوي چي ف� �انی یم او داسي د نه وایې چي زه یم لکه عادتاً چي خلګ وایې . عن محمد بن المنكدر قال سم عت جابرا قال أتيت رسول الله  صلى الله عليه وسلم  في دين ع� �ى أبي فدققت الباب فقال من ذا فقلت أنا فقال أنا أنا مرتين كأنه كرهه (سنن البيهقي الكبرى) جابر رضي الله تعالی عنه فرمایې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د هغه پور په هکله راغلم چي ځما په پلار باندي وو او دروازه مي ور وټکوله رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه چي څوک یې ؟ ما ورته وویل چي زه یم رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل زه یم زه یم لکه چي دا یې نشو خوښ . بل داچي کله دروازه ټکوۍ نو په نرمي یې ټکوۍ په داسي شکل یې مه ټکوۍ چي د کور خاوندانو ته تکلیف ورباندي ورسېږي او پرله پسې یې هم مه ټکوۍ او یو څه انتظار کوۍ او دروازه په خپله مه خلاصوۍ همدا راز ددروازې تر چولو د کور انګړ ته مه ورګورۍ او دننوتلو لپاره تلېواره مه کوۍ کېدای شي د کور مالک خپل ځان او یا دتا لپاره د کېناستلو ځای برابروي او یا پرده کوي او تیاری نیسي همدا راز مېلمانه ته په کارده چي په کور کي دننه د یوې او بلي خواته سترګي نه غړوي ځکه اجازت اخېستل د سترګو له وجهي ضروري ګرزول شوی دی بل داچي اجازت اخېستل یوازي د نارینه لپاره نه ده ښځه هم په همدې شکل مکلفه ده چي کله د بل چا کورته ننوزي لومړی باید اجازه واخلي ځکه چي په مخکي ذکرشوي آیت کریمه کي خطاب ټولو مس� �مانانو ته عمومي دی چي نارینه او ښځینه دواړه په کي شامل دي  . په همدې شکل خپل او پ� �دي ړانده او سترګه ور ټول په اجازت اخېستلو مکلف دي او هېڅوک ورڅخه مستثنی نه دي . عن عطاء بن يسار أن رسول الله  صلى الله عليه وسلم  سأله رجل فقال � �ستأذن يا رسول الله على أمي فقال نعم فقال إني معها في البيت فقال استأذن عليها فقال الرجل إني خادمها فقال أتح ب أن تراها عريانة قال لا قال فاستأذن عليها(سنن البيهقي الكبرى) له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یو سړي پوښتنه وکړه چي یارسول الله مورته د ننوتلو لپاره به له هغې څخه اجازه غواړم رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل هو ؛ هغه سړي وویل چي په کور کي راسره ده رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل اجازه غواړه هغه سړي بیا وویل چي زه یې خدمت کوم رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي آیا ستا دا خوښېږي چي ته یې بربنډه  ووینې هغه وویل چي نه مي خوښېږي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل نو بیا اجازه ځیني اخله . ړوند به هم د ننوتلو په وخت کي اجازت آخلي ځکه  کله خو غوږونه هغه څه ته رسېدګي کوي چي سترګي نه ورته رسېږي . عَنِ بن عَبَّاسٍ قال قال النبي صلى اللَّهُ عليه وسلم مَنِ اسْتَمَعَ إلى حديث قَوْمٍ وَهُمْ له كَارِهُونَ صُبَّ في أُذُنِهَ الآنُكُ يوم الْقِيَامَةِ (المعجم الكبي� �) والآنك هو الرصاص المذاب له ابن عباس رضي الله تعالی عنهما څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: یو څوک چي د چا د خوښی خلاف د هغوی خبرو ته غوږ نیسي الله تعالی به یې د قیامت په ورځ په غوږونو کي ویلي کلېیي ور تویوي . دلته یوه بله قرآني ستره نکته ده چي ستاسي پام ورته را اړوم هغه داچي الله تعالی فرمایې : وَإِن � �ِيلَ لَكُمْ ارْجِعُواْ فَارْجِعُواْ هُوَ أَزْكَى لَكُم  . که تاسوته وویل شي چي واپس شۍ نو واپس کېږۍ دا ستاسو لپاره غوره او بهتره ده . دا د کوربه حق دی چي هغه که ونه غواړي چي له تاسو سره مخامخ شي او تاسو په جرأت سره په بېرته تګ ځواب کړي نو ولاړ شۍ دا ستاسو لپاره غوره ده او خفګان مه محسوس کوۍ چي له څومره لېري ځایه در ته راغلم او ته نه راوزې د مېلمانه لپاره همدا کافي ده چي الله تعالی فرمایې چي دا ستاسو لپاره غوره او بهتره ده چي بې تکلیفه واپس شۍ ځکه چي کېدای شي هغه څه عذرونه لري او هرڅ وک خپل اسرار لري او هغه په خپلو معذوریتونو ښه خبر دی . روى ابن جرير بإسناده إلى � �نس قال : قال بعض المهاجرين لقد طلبت عمري كله هذه الآية، فما أدركتها أن أستأذن على بعض إخواني فيقول لي ارجع، فأرجع وأنا مغتبط (وإن قيل لكم ارجعوا فارجعوا هو أزكى لكم والله بما تعملون عليم ) ( تفسير الدر المنثور) أنس رضي الله تعالی عنه فرمایې چي په صحابه وو مهاجرینو کي یوه کس ویل چي ټول ژوند مي ددې آیت کریمه د مدلول تلاش کولو چي یو څوک راته ووایې چي واپس شه او زه په خوشالي سره واپس شم خو یو ورور مي هم داسي و نه موندلو چي دا راته ووایې چي واپس شه  . دا د خیر خبره  ده چي که کوربه ددې په ځای چي په خواشیني سره د ورننوتلو اجازه درکړي دا د� �ته ووایې چي مه راځه ولاړشه او مقابل طرف یې بده ونه ګڼي که  مسلمانان دا اسلامي او ق� �آني ادب په پام کي ونیسي زیات خلګ به په خپل مسلمان ورور له بد ګماني او سوء ظن څخه خلاص شي  . ",پردوکورونو ته له اجازې څخه پرته مه ننوزۍ 5269,قدوسي سلیمانخېل," دا مونږ ټولو ته څرګنده ده چي په انسان لازمه ده چي د خپل وخت خیال وساتي او له خپل ځان سره د هغه وخت په هکله محاسبه وکړي چي تش یې له لاسه وتلی وي او هغه وختونه غنیمت وګڼي چي ګټه یې ور څخه اخېستلي وي . په عربي ژبه کي یوه مقوله ده : الوقت سیف ان لم تقطعه قطعک . وخت یوه داسي توره ده که څه ورباندي غوڅ نکړې (یعني استفاده ورڅخه ونکړې) نو تا غوڅوي په دې مفهوم چي هم دګټه ور څخه وانه خېستله او هم الله له تاسره د هغه د ضایع کولو په هکله حساب کوي  . خو مونږ بیا هم کله ناکله له نورو خلګو سره د تعامل په وخت کي په تېره بیا هغه څوک چي وخت یې زیات قېمتي او مصروفیات یې زیات وي لکه د علم او قلم خاوندان د هغوی وخت ته بې ضرورته نقصان رسوو او دا مو له ذهنونو څخه وتلي وي چي د نورو د وخت خیال ساتل او د هغه احترام کول هم زمونږ مسؤولیت او دنده ده . یو هم له هغو � �یانو څخه چي مونږ هم د نورو وخت ته نقصان ورباندي رسوو او هم خپل وخت ورباندي ضایع کوو داده چي مونږ په بېځایه بحث او مناظرو لاس پوري کوو کېدای شي دا مونږ په خپل فکرمهم او ضروري بولو خو مقابل لوري ته اهمیت ونلري او د وخت ضیاع یې وګڼي نو په کار داده چي بې له دې چي د هغه په ټنډه پوه شو چي نه غواړي بحث اوږد کړي پخپله باید له داسي بحث څخه لاس واخلو او د مقابل لوري د وخت د احترام په خاطر هغه بحث ته خاتمه ورکړو . عن أبي هریرة قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  لا يحب الله إضاعة المال ولا كثرة السؤال ولا قيل وقال (مسند أبي يعلى)   له أبو هریره رضي ال� �ه تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : د الله تعالی درې شیان نه خوښېږي د مال ضایع کول ، او ډېرسوال (بسپنه)  کول ، او داسي وویل شول او داسي یې وویل ( یعني ډېري خب� �ي ) که مونږ د ذکرشوي حدیث شریف مضمون ته ځېر شو دا چي د الله تعالی ډېري خبري کول نه خوښېږي عمده راز یې د ویونکي او آورېدونکي د وخت ارزښت  ده او له وخت څخه باید په جدیت سره ددېني او دنیوي کارونو د رغوني لپاره کار واخېستل شي نه داچي په بېځایه خبرو کولو تلف شي . او کله خو مونږ یو چاته خپل ضرورت ور وړو او له مقابل طرف څخه د هغه ضرورت رفع کول غواړو هغه په وار وار د عجز عذر وړاندي کوي خو مونږ بیا هم ټېنګار کوو او پښې مو ورته غزولي وي چي دا یو هم ډول د هغه وخت ته یو ستر ګواښ متوجه کوي او دهغه د مخت بې احترام ي ګڼله کېږي  . که مقابل طرف جرأت وکړي اوله مونږ څخه وغواړي چي هغه نور له تاسو سره د زیات مشغول کېدلو لپاره اضافه وخت نلري باید په وېړه ټنډه او په نرمي سره بې له دې څخه چي څه داخلي رنجش محسوس کړوسره له معذرت وړاندي کولو هغه ځای پرېږدو او په اح ترامانه شکل ورڅخه رخصت واخلودا هم یو ډول مونږ دهغه د وخت احترام وساتلو نه دا چي غونی مو ترېو شي او په غصه � �و او قرآنکریم مونږ ته دا ادب راښوولی دی . وإن قيل لكم ارجعوا فارجعوا هو أزكى لكم والله بما تعملون عليم ( النور 28) او که تاسوته وویل شي چي واپس شۍ نو واپس کېږۍ دا ستاسو لپاره ښه پاکه او غوره خبره ده . روى ابن جرير بإسناده إلى أنس قال : قال بعض المهاجرين لقد طلبت عمري كله هذه ال� �ية، فما أدركتها أن أستأذن على بعض إخواني فيقول لي ارجع، فأرجع وأنا مغتبط (وإن قيل لكم ارجعوا فارجعوا هو أزكى لكم والله بما تعم� �ون عليم ) ( تفسير الدر الم نثور) أنس رضي الله تعالی عنه فرمایې چي په صحابه وو مهاجرینو کي یوه کس ویل چي ټول ژوند مي ددې آیت کریمه د مدلول تلاش کولو چي یو څوک راته ووایې چي واپس شه او زه په خوشالي سره واپس شم خو یو و� �ور مي هم داسي و نه موندلو چي دا راته ووایې . د نورو د وخت د احترام له ساتلو څ خه یو هم دا دی چي کله مونږ د یوه کار په هکله او یا د� �یدني لپاره له هغوی سره وخت وټاکو په کارده په منظم شکل د هغه وخت پابندي وکړو او که د کومو عوارضو او یا ناڅ اپه خنډ په اساس په کي ځنډ راشي باید سره له معذرت وړاندي کولو مقابل لوري ته اطلاع ورکړو. همدا راز په کار ده چي له یو چا سره د لیدلو لپاره او یا هغه ته د خپل ض� �ورت د وړاندي کولو لپاره د مناسب وخت انتخاب وکړو چي هم مقابل لوری فارغ وي او هم تاپه مینه سره استقبال کړي اوکله چي مونږ د ضرورت په اساس له هغه سره وینو نو چي کله مو هغه مقصد پوره شو او یا مو دا محسوس کړه چي زیات وخت مو ونیولوباید سمد لاسه ور څخه رخصت واخلو ځکه چي کېدای شي مقابل طرف نور کارونه ولري اوله تا څخه ځورېږي او نشي درته ویلای چي ولاړشه خو داسي وي لکه په سکروټو چي ناست وي او ستا د تللو انتظار باسي . الله تعالی د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحابو ته دا آداب ورښیي چي کله مو رسول الله صلی الله علیه وسلم د ډوډۍ خوړلو ته وروغواړي نو ډوډۍ وخورۍ خو د ګپ شپ لپاره مه کېنۍ او دهغه وخت مه ضایع کوۍ او ځۍ خپل کارونه کوۍ په قرآنکریم کي ارشاد دی : ولكن إذا دعيتم فادخلوا فإذا طعمتم فانتشروا ولا مستأنسين لحديث إن ذلكم كان يؤذي النبي فيستحي منكم والله لا يستحي من الحق (الأحزاب ۵۳) که رسول الله صلی الله علیه وسلم تاسي  ته بلنه درکړي نو چي کله مو خوراک وکړ نو خواره � �ۍ او د خبرو اترو مینه مه ساتۍ ځکه چي دا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته تکلیف رسوي او هغه له تاسو څخه شرمېږي خو الله تعالی له حق ویلو څخه نه شرمېږي . وخت که د مې� �مانه دی او که د کوربه زیات قېمتي ده او باید مونږ یې زیات خیال وساتو د وخت د زیات ارزښت لپاره  دلاندي دوو حدیثونو په وړاندي کولو سره دې بحث ته د پای ټکی ږدو. عن بن عباس رضي الله عنهما قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  لرجل وهو يعظه اغتنم خمسا قبل خمس شبابك قبل هرمك وصحتك قبل سقمك وغناءك قبل فقرك وفراغك قبل شغلك وحياتك قبل موتك(المستدرك على الصحيحين) له ابن عباس رضي الله تعالی عنهما څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وس� �م یوه سړي ته نصېحت کولو او ورته و یې فرمایل : پنځه شیان تر پنځو نورو شیانو مخکي غنیمت وګڼه : ستا ځواني ستا تر بوډاتوب مخکي ، ستاروغتیا ستا تر رنځ مخکي ، ستابډایتوب ستا تر  احتیاج مخکي ، ستا ف� �اغت ستا تر ناخلاصي مخکي ، او ستا ژوند ستا تر مرګ مخکي . عن مُعَاذِ بن جَبَلٍ قال قال رسول اللَّهِ صلى اللَّهُ عليه وسلم لا تَزُولُ قَدِمَا عَبْدٍ يوم الْقِيَامَةِ حتى يُسْأَلَ عن أَرْبَعِ خِصَالٍ عن عُمُرُهِ فِيمَا أَفْنَاهُ وَعَنْ شَبَابِهِ فِيمَا أَبْلاهُ وَعَنْ مَالِهِ من أَيْنَ اكْتَسَبَهُ وَفِيمَا أَنْفَقَهُ وَعَنْ عَلِمهِ مَاذَا عَمِلَ فيه (المعجم الكبير)   له  معاذ بن جبل رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : د بنده پښې به د قیامت په ورځ تر هغه وخته له ځایه ونه خوځېږي تر څو چي د څلورو شیانو پوښتنه ورڅخه ونشي ، د ژند پوښتنه چي په څه کي یې تېر کړ ، او د ځواني پوښتنه چي په څه شي کي یې زړه کړه ، او د شتمني پوښتنه چي په څه شکل یې لاس ته راوړه او په څه شي کي یې ولګوله او د علم پوښتنه چي څه یې په کي وکړلو . إذا وجد الإنسان للخير فرصة   ..............................................  ولم يغتنمها فهو لا شكَّ عاجز  کله چي انسان ته وخت په لاس ورغی او ګټه یې ورڅخه وانخېستله نو بې له شکه چي عاجز او کمزوری دی . په پای کي الله تعالی ته لاس په دعا یو چي مونږ ته � �ه وخت څخه د روغي ګټي اخېستلو توفیق راکړي او د ځان او نورو د وخت له ضیاع څخه مو وساتي (آمین) . ",د خلګو د وخت قدر احترام وساتۍ 5270,قدوسي سلیمانخېل," همداراز د عمر په دې مرحله کي ماشوم ته د پاکي او صفایې ځیني احکام ور وښودل شي لکه د اودس وچول استنجاء وهل او بیت الخلاء ته د تګ � �داب او له نجاست څخه د خپل بدن او کالیو پاک ساتل او د اوداسه تعلق له لمانځه سره او د هغه اجر او ثواب . ماشوم ته د اوداسه ورښوول او عملاً د هغه په حضور کي اودس  کول چي هغه تا وویني چي څرنګه اودس کوې دا یو سنت عمل دی او صحابه کرامو به هم داسي کول . بل د عمر هغه مرحله ده چي د اوو کلونو او لسوکلونو په مینځ کي ده دا هغه مرحله ده چي په عام طور د لمانځه په وړاندي په ماشوم کي سستي راځي او پابندي یې زیاته نه کوي ولوکه هغوی تر دې مخکي د لم انځه پابند وي خو دا دهغوی د سرکشي مرحله ده په دې وخت کي له هغه سره په حکمت او هوښیاري سره چلند په کار ده او باید مستقیماً پوښتنه ورڅخه ونه شي چي د مازدیګر لمونځ د کړی دی ؟ ځکه چي هغه کېدای شي له لمانځه څخه د تېښتي � �پاره درته دروغ ووایې چي هو نو بیا به نارې وهې چي چېرته د وکړ او چا ولیدلې ؟  او یا به هم داسي غوږ کوڼ اچوې او هغه به بې لمانځه پاته وي ښه داده چي دوه درې ځلي ووایې راځۍ د لمانځه وخت دی که هغه ووایې چي ما د مور په خونه کي وکړ  ورته ووایه چي یواځی د مور په خونه کي برکت اچوې راځه زما په خونه کي یې هم وکړه چي هلته هم برکت پیداشي  ځکه چي په هرځای کي چي لمونځ کېږي هلته م لایکه راځي او په هغه ځای کي برکت وي هغه د مور په خونه کي چي د کوم لمونځ کړی دی هغه به نفل شي او دا خبري ورته په نرمه خندا او خوږه لهجه سره وکړو که مونږ داسي وکړو هغه بل ځل دروغ نه وایې او تل به ستاسي په حضور کي لمونځ کوي ځکه چي هغه پوهېږي چي که یې لمونځ کړی هم وي خو دوهم ځل یې بېرته والدین ورباندي کوي او ضمنا یې دا عقیده جوړېږي چي د لمانځه په ځایونو کي الله تعالی برکت اچوي او ملایکه هلته راځي  . د عمر په دې مرحله کي  ماشوم د لمانځه په کولو ډېر ښه ښکاري او والدینو ته دهغه � �خصیت ډېر خوند ورکوي او لمونځ یې ټول عیبونه پټوي ، په دې مرحله کي ماشوم ته د لمانځه او اوداسه ټول احکام باید وروښودل شي او په هغه طریقه لمونځ ور وښوول شي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم کړی دی همدا راز ځیني مأثوره دعاګاني او اذکار چي له لمانځه وروسته یې ویل سنت وي هغه ته وریاد کړلی شي  . په دې مرحله کي هغه باید په دې پوه کړو چي په پابندي سره پنځه وخته لمونځ ادا کړي او که د یوه عذر په وجه ورڅخه قضا شي باید راویې ګرزوي  چي کله د لمانځه پابند شي باید ددې تمرین ورکړل شي چي څرنګه اذان واوري فوراً ولاړ شي او د لمانځه تیاري پیل کړي او ځنډ ونکړي . همدا � �از د عمر په دې مرحله کي ماشوم باید په خپل مور او پلار کي د لمانځه په هکله د هغوی د وېښتابه حس درک کړي مثلا که ماشوم د وېده کېدلو لپاره اجازه وغواړي باید پلار یې بې له تردد څخه ورته ووایې چي د ماخوستن لمانځه ته لږ وخت پاته ده راځه چي په یوځای لمونځ وکړو بیا به وېده شې . مولاناصاحب رحمة الله تعالی علیه به هر وخت که به مېلمه وو او که به نه ووددې لپاره چي د ماخوستن لمونځ له چا څخه پاته نه شي د ډوډۍ خوړل د ماخوستن له � �مانځه څخه وروسته ته ځنډوله او که به هرڅومره مونږ د وړوکتوب په وخت کي وږي وو خو هغه به همدا ویل چي د ماخوستن لمانځه ته لږ وخت پاته ده چي لمونځ وکړو بیابه ډوډۍ خورو او بیا دا د هغه په ژوندکي زمونږ عادت جوړ شوی وو(اللهم اجزه عنا خیر الجزاء)  داځکه که د ماخوستن ډوډۍ تر لمانځه مخکي وخوړله شي د انسان بدن سست کېږي او خوب یې وړي او که لمونځ کوي هم خو په مطلوب شکل یې نشي کولای .  همداراز که ماشوم د لوبو لپاره د وتلو اجازه وغواړي او د لمانځه وخت نژدې وي هغه ته باید ووایو چي د مازدیګر د لمانځه وخت نژدې ده راځه چي لمونځ وکړو بیا به لوبو ته ولاړ شې او زه به مو هم د لوبو ننداره وکړم  . که هغوی د خپلو خپلوانو د ملاقات لپاره تلل غواړي او د ماښام وخت نژدې وي هغوی ته باید ووایو چي دماښام لمونځونه مو وکړل بیا به د هغوی کور ته ولاړ شو . همدا راز د هغوی په مخ کي چي له چا سره د یو کار او لیدني وعده کوو هغه په لمانځه پوري وتړو د مثال په توګه : د مازدیګر په لمانځه کي به سره ووینو ، د ماښام له لمانځه وروسته به درشم ، د ماخوستن له لمانځه وروسته به ستا ضرورت پوره کړم  همدا راز که مونږ د یوچا د راتګ په انتظار یو او ماشوم موله مونږ څخه پوښتنه وکړي چي کله به راځي باید ورته ووایو چي مثلا د ماښام له لمانځه څخه وروسته به راځي ، که له هرڅه سره د � �مانځه یادونه کېږي اولادونه مو ضرور دې ته متوجه کېږي چي لمونځ د اهمیت وړ دی ځکه چي زمونږ والدین یې په هرڅه کي یادوي او زیات خیال یې ساتي . که له اولادونو څخه کوم یو ناروغ شي هم باید ورته ووایو چي له وس سره سم خپل لمونځ وکړي ترڅو چي په دې احساس لوی شي چي لمونځ په هیڅ شکل پرېښوول نه دی په کار او د لمونځ په پ� �ېښوولو کي کوم عذر نشته که په سفر باندي یو هغوی ته باید ووایو چي د قصر لمونځ  وکړي او ددې په حکمت یې پوه کړو چي اسلام د رحمت دین دی څرنګه چي په سفر کي ستوماني وي په دې وجه الله تعالی په خپلو بندګانو قصر واجب کړی دی او دا د الله تعالی په خپلو بندګانو باندي یو ستر رحمت دی . هغوی باید ددې جرأت ولري چي خپل همزولي او ملګري هم مسجد ته ورسره ملګري کړي او که په تلیفوني خبرو ورسره لګیا وي او جماعت درېږي باید ورته ووایې چي د جماعت د درېدلو وخت دی او تلیفون د فوراً بندکړي او که کوم ملګری یې لمونځ نه کوي نو هغه ته د هم د لمانځه ترغیب ورکوي او په ځان د ددې شکرکاږي چي لمونځ کوي .  همدا راز خپل اولادونه وروسته له دې چي د فرض لمانځه پابند شي د نفلونو په کولو هم عادت کړو . که مونږ له هغوی څخه د حساب پوښتنه کوو نو هم مثالونه یې لمونځونه باید ذکر کړو لکه م ثلاً : یوه سړي دوه رکعته لمونځ وکړ او بیا یې څلور رکعته د ماسپښین وکړل مجموع یې څو رکعته شولو؟   او که ماشوم لوی وي بیا داسي پوښتنه ورڅخه وکړو چي : د یوه سړي د کور او مسجد تر مېنځ ۵۰۰ م تره فاصله ده هغه په یوه ګام کي ۴۰ سنتیمتره وهي نو مسجد ته به په څو ګامونه آخلي چي ورسېږي او چي الله تعالی په هر قدم لس نېکي انسان ته لیکي مجموع څو نېکیوي جوړېږي ؟ هغه کېسټي او وېډیو فلمونه چي لمونځ او دلمانځه ارکان په کي ښوول کېږي اوشریعت یې کتل  روا بللي وي هغوی ته راوړو چي ویې ګو� �ی  تر څو ورڅخه فایده واخلي . او هرڅه چي له لسو کلونو څخه وروسته د وهلو مسأله ده زما په نظر که تر دې عمره پوري د والدینو د تفاهم او تعاون له مخي د ماشوم نګراني او تربیت په دې � �کل وشي چي مونږ ورته اشارې وکړې دې ته به اړتیا پیدا نه شي چي هغه له لسو کلونو څخه وروسته ووهي  او که چاره نه وه او بیا هم ماشوم د لمانځه پابندي نه کوي نو بیا د یې په داسي شکل ووهي چي عیب په کي جوړ نکړي په مخ د یې نه وهي او د نورو په مخ کي د یې هم نه وهي او د کاوړ په وخت کي د یې هم نه وهي ځکه چي د اولا د له وهلو څخه مقصد دهغه اصلاح ده او د هغه توهین او سزا او یا د مشکلاتو اېجادول نه دی که مربي او یا والدین په دې پوه شي چي مشکلات یې په وهلو زیاتېږي او نور یې هم له لمانځه څخه کرکه ډېرېږي او یا له کور څخه تېښتي ته مجبوره کېږي او د فاسقانو او منحرفو انسانانو په منګولو کي لوېږي نو بیا د وهل پرېږدي او بله طریقه چي په لاندي کرښو کي به ذکر شي خپله کړي . دا هم باید په پام کي وساتوچي دلمونځ په پابندي سره ادا کول هم د نورو هغو ښو صفتونو په شان دی چي مونږ یې د خپلو اولادونو لپاره خپلول غواړو لیکن د لمانځه په هکله مونږ  ځکه جدي یو چي دا په دیني لحاظ د اولیت مقام لري او د لمانځه په هکله بې پروایې هغه حساسه موضوع ده چي نشو کولای په هیڅ صورت یې له پام څخه وغورځوو او په هرشکل چي وي باید اولادونه تعقیب کړو دلته هغه حدیث چي مخکي مو ذکر کړلو یو ځل بیا ذکر کوو: عن عَمْرِو بن شُعَيْبٍ عن أبيه عن جَدِّهِ قال قال رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  مُرُوا أَوْلَادَكُمْ بِالصَّلَاةِ وَهُمْ أَبْنَاءُ سَبْعِ سِنِينَ وَاضْرِبُوهُمْ عليها وَهُمْ أَبْنَاءُ عَشْرٍ وَفَرِّقُوا بَيْنَهُمْ في الْمَضَاجِعِ (سنن أبي داود) عمرو رضي الله تعالی عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : خپلو اولادونو ته د لمانځه حکم کوۍ کله چي هغوی د اوو کلونو شول او د لمانځه په پرېښودلو یې وهۍکله چي هغوی د لسو کلونو شول او د خوب ځایونه یې یو له بل څخه بېل کړۍ . او په بل � �وایت کي بیا داسي راغلي دي : وأخرج الطبراني في الأوسط عن عبد الله بن خبيب أن النبي  صلى ال� �ه عليه وسلم  قال علموا أولادكم الصلاة إذا بلغوا سبعا واضربوهم عليها إذا بلغوا عشرا وفرقوا بينهم في المضاجع  (الدر المنثور) په دې دوهم روایت کي چي مفهوم یې د لومړني حدیث دی او ترجمې ته یې ضرورت نشته صرف یوه نکته چي دلته یې ذکر کوو هغه دا ده چي په دوهم � �وایت کي د (علّموا) کلمه راغلی چي معنا یې ده ور زده کړۍ د (علموا) کلمه مونږ ته دا راښیي چي د پلانګذاري له مخي او په تدریجي شکل او لادونو ته لمونځ ور وښیو یعني له اوو کلونو څخه نیولي تر لسم کال پوري ددې دریو کلونو په دوران کي مونږ هغوی ته د لمانځه په هکله بشپړ معلومات او د لمانځه اهمیت او په دنیا او آخرت کي د هغه ګټي ور وښیولکه مخکي چي مونږ د تدریجي ښووني کیفیت ذکر کړلو له هغه څخه کار واخیستل شي . که د ما� �وم په لمانځه عادت کول لسم کال ته پرېښودل شي نو بیا والدین زیات وخت ته ضرورت لري تر څو هغه په مطلوب شکل سره د لمانځه په اداکولو معتاد کړي دا ځکه چي د لسو کالو ماشوم له نفسیاتي او فکري لحاظه د اوو کلونو له ماشوم سره توپېر لري په دې صورت کي والدین صبر زغم او له حکمت څخه کار اخیستني ته ضرورت لري نه داچي هغوي له بېړي او غصې څ خه کار واخلي . د ماشوم د عمر په لس کلنه مرحله کي مونږ ته په کار ده چي د هغه طرز تفکر او د هغه احساس په پام کي ونیسو او د هغه د ستونځو او مشکلاتو احساس وکړو او له هغه سره یې په حل کي مرسته وکړو داسي نه وي چي هغه دا فکر وکړي چي زمونږ ټوله توجه یوازي د هغه لمانځه ته ده او هغه او د هغه خیالات مونږ ته څه اهمیت نلري،   هغه په خپل ځان د راچارپېره نړۍ په هکله فکر وهي او پوهېږي چي دوه یا درې کاله ورو سته د هغه په ژوند کي نوي تحولات را روان دي ، د عمر په دې مرحله کي هغه ته لوبي تر هرڅه زیات ارزښت لري ځکه خو هغه له لمونځ کولو څخه غافل کېږي او کله ناکله هغه په دې اساس ضد کوي چي دا په هغه باندي تپل شوی کار دی چي هغه تر ذهني فشار لاندي راولي مونږ باید په هغه پسي داسي شله نشو چي کله مو هم سترګي ورباندي ولګېدلې د لمانځه پوښتنه ځیني کوو . په دې هم باید پوه یو چي هغه لا اوس هم د مکلفیت مرحلې ته نه دی رسېدلی او په دې عمر کي هغه ته د لمانځه د کولو حکم یوازي د تمرین او د هغه دعادت کولو لپاره دی نه د مکلفیت په وجه ، که له هغه څخه مونږ د هغه د ستونځو او مشکلاتو په هکله پوښتني وکړو کوم چی دی د عمر په دې مرحله کي ورسره لاس او ګ� �ېوان دی دا به زمونږ او د هغه اړیکي نوري هم نژدې کړي او هغه به دا محسوس کړي چي مونږ یې یوه امانتداره تکیه یو او په مونږ به د هغه اعتماد نور هم زیات شي چي په نتیجه کي به بیا زمونږ هر حکم که د لمانځه په هکله وي او که دنورو تربیوي لارښوونو په هکله وي په اهتمام سره په خپل فکر کي یادداشت کوي . د ما� �وم د بلوغ مرحله (سن المراهقة) تر ټولو حساسه او نازکه مرحله ده : د عمر په دې مرحله کي ما� �وم زیات ضدي وي او چي کله د یوه کار حکم ورته وشي انکار کوي او اوامرو ته په مشکل سره غاړه ږدي او له دې سره م ینه لري چي خپل موجودیت اثبات کړي ، کله ناکله خو یوازي ددې لپاره هم له اوامرو څخه سرغړونه او مخالفت کوي چي مونږ  ته خپل شخصیت معرفي کړي او خپل انساني کرامت ثابت کړي سره له دې چي هغه د خپل کوګل په دننه کي په دې باور وي چي هغه په غلطه ده خو هغه ددې په وجه په خپله غلطي ټینګېږي چي څوک دا فکر ونکړي چي د بل په وینا یې له غلطي څخه لاس واخیست ځکه خو په کار ده چي هغه تر فشار او تهدید لاندي نکړو ځکه چي دا څه ګټوره نتېجه نه ورکوي بلکه نور یې هم بې لاري کوي او چي څومره زمونږ فشار په هغه باندي زیاتېږي په هماغه اندازه هغه  په قوت سره په غلطي باندي ټینګار کوي غوره لاره داده  چي هغه څه وایې په ډېر اهتمام سره غوږ ورته ونیسو  او د هغه په ستونځو ځان پوه کړو او په حکمت ورسره چلند وکړو . کومي د حل لاري چي مونږ وړاندي کوودا یو تدرېجي پروګرام دی چي لږ تر � �ږه دریو میاشتو ته اړتیالري او بیا به که د الله تعالی توفیق را سره وي هغه نتایج لاس ته راوړو کوم چي زمونږ د تربیې هدف وي . لومړۍ مرحله : دا مرحله کم وزیات دریو هفتو ته اړتیا لري په دې وخت کي مونږ باید له ماشوم سره د لمانځه په هکله له خبرو څخه بالکل لاس واخلو او هیڅ د لمانځه په هکله له هغه سره نه صراحتاً او نه اشارتاً مشغول شو دا کار له دې سره ورته والی لري لکه ډاکټر چي نسخه ورته لیکلي وي او هغه ورباندي خورو ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې (لکل داء دواء) د هر رنځ لپاره علاج شته ، هر ماشوم د عمر په دې مرحله کي په ضد او عناد او سرکشي داسي اخته کېږي لکه د ژمي په یخو شپو کي چي هغه ژر ژر په زکام اخته کېږي . مربي او یا والدین باید په دې پوه وي چي هغوی د یوه مشکل درملنه کوي او یو انساني ضمیر تربیه کوي او که په دې مرحله کي د ماشوم د ذهني ستونځو علاج ونه شي بیا الله تعالی خبر دی چي خبره به کوم ځای ته ورسېږي. نو له صبر کولو او په الله تعالی له توکل کولو او په هغه باندي له ټینګي عقیدې څخه پرته بله چاره ن� �ته. بېرته د علاج خواته راګرزو تر دریو هفتو مونږ له هغه سره د لمانځه په هکله خبري نه کوو تر څو د ماشوم له ذهن څخه د لمانځه په هکله زمونږ د ټینګار تلوسه هېره شي ددې لپاره چي هغه څه هوسا شي او بېرته هغه علاقه چي د والدینو او اولاد تر مینځ ده را ژوندۍ شي او له هغه سره د والدینو په مینه د هغه اعتماد برحال شي او هغه په دې پوه شي چي د والدینو او د هغه تر مینځ کومه اختلافي مسأله نشته او والدینو چي کومه کرکه درلودله هغه له غلطیو سره وه نه د ده له شخصیت سره . هغه رنجش چي دده او والدینو تر مینځ د لمانځه په سر داختلاف په وجه موجود وو هغه آغزن سېم ته ورته وو چي دده په مور او پلار را تاو وو کله چي به هم هغه ور نژدې کېدلو ور باندي خوږېدلو به  او چي کله به هم له والدینو سره مخامخ کېدلو او یا به یې خبري و� �سره کولې ذهني تکلیف به ورته پېښېدلو ، دهمدغو دریو هفتو د سکوت  په دوران کي مونږ  غواړو هغه اغزن سېم بېرته لري کړو کوم چي یې د والدینو او ماشوم تر مینځ فاصله جوړه کړي وه . دوهمه مرحله : دا مرحله د پټي خولې اجراءات دي او له دریو هفتو څخه تر یوې میاشتي پوري وخت ته ضرورت لري چي په بر کي یې ونیسي ، په دې مرحله کي مونږ هغه ته هیڅ ډول خبري نه کوو خو یو څو مقصودي کارونه کوود مثال په توګه : چېرته چي ماشوم زیات کېني او یا وېده کېږي هلته د لمانځه غالۍ (قالین) قصداً اچوو او چي کله دلمانځه وخت رانژدې شولوآواز کوو چي دلمانځه غالۍ چېري ده چي لمونځ ورباندي وکړم ؟  همدا راز والدین کولای شي له هغه څخه وخت ناوخته پوښتنه وکړي  مثلاً  : زویه اذان شوی دی ؟ ستا ساعت څو بجې دی او لمانځه ته څ ومره وخت پاته ده ؟ زویه ما لمونځ وکړ او که نه ؟ په دغو شپو ورځو کي مي لمونځ زیات هېرېږي ؟ کله چي دا عمل له دوو څخه تر دریو هفتو پوري دوام وکړي ماشوم په ذهني توګه هوسا کېږي او هغه فشار چي مونږ ورباندي اچولو هغه یې له ذهن څخه وزي په دې وخت کي والدین درېیمي مرحلې ته انتقال کوي. درېیمه مرحله : کله کله هغه ته بلنه ورکړه چي له تاسره هغه ځای ته او یا مسجد ته ولاړ شي چېرته دیني درس او یا تبلیغ کېږي خو دا دعوت باید تل نه وي تر څو هغه دا یو طبیعي او تصادفي کار وبولي او هغه داسي فکر وکړي چي ته یې ملګرتیا ته ضرو� �ت لرې نه داچي غواړې هغه درس ته بوزنې اوداسي مثلاً ورته ووایې چي : زویه نن مي بدن څه درد کوي  او ستومانه یم خو په مسجد کي تبلیغ کېږي ته له ماسره ولاړ شه چي که په تکلیف کېدلم نو ته به راته حاضر یې که هغه انکار وکړي ټینګار مه ورباندي کوه خوبل وخت بیا داسي هڅه وکړه . د یوه دیني تقریر کېسټه راوړه او ورته ووایه چي راشه زویه دا کېسټ واورو که خپل موټر لري هغه په یوه معقوله پلمه له ځان س� �ه په موټر کي کېنوه او چي روان شوې دا کېسټ ولګوه او په ډېره توجه سره هغه ته غوږونیسه چي کله پای ته ورسېدله که زوی وي او که لور د هغه کېسټ د محتویاتو په هکله پوښتنه ځیني وکړه او د هغه رایې ته متوجه شه او هغوی پرېږده چي په خپله خوښه د هغې په هکله خپله رایه درته ښکاره کړي همدا راز کېدای شي له هغوی سره ددین په هکله پوښتني پیدا شي او غواړي مجلس اوږد کړي ته دهغوی پوښتنو ته د هغوی د ذهنیت موافق ځوابونه وایه . دلته ځینو مهمو شیانو ستاسو پا رااړوم : مونږ باید له یوې مرحلې څخه ژر بلي مرحلې ته انتقال ونکړو او تلېواره مو باید نه وي تر څو چي مخګینۍ مرحله په بري سره پای ته نه وي رسېدلي دوهمي مرحلې ته ولاړ نه شو ځکه چي دلته زمونږ هدف د هغه فاصلو را لنډول او ختمول دی کوم چي د اولاد او والدینو تر مینځ  او داولاد او دین تر مینځ یې بېلتون راوستی دی . دا کارهغو میکروب وژونکیو کپسولونو ته و� �ته دی کوم چي یې مونږ رنځور ته ورکوو مونږ باید د ډاکټر نسخه بشپړه په ناروغ وخورو او بیا یې د جوړېدلو هیلي وساتو په همدغه مرحله کي مونږ هیڅ باید له ماشوم سره د لمانځه په هکله مشغول نه شو او که کله څه ووایو بېرته یې باید علاج له سره پیل کړو او له هغه ساعته د هغه د مهلت لپاره ړومبۍ ورځ وټاکو تر څو د هغه خپل داخلي قناعت پیدا شي او بیا به ګورې چي څومره دا ستراتېژي کامیابه ده او هغه ورځ به لېري نه وي چي هغوی به په ډېره مینه خپل لم ونځونه کوي بلکه داسي وخت به هم راشي چي  والدین به یې د لمانځه له اوږدولو څخه شکایت کوي . که هغوی لمونځ په بېړه باندي کوي او یاخشوع او خضوع په کي نه وي او یا د لمانځه د ارکانو تعدیل نه کوي والدینو ته په کار ده چي په دې مرحله کي سترګي ورباندي پټي کړي او څه ورته ونه وایې . تل له الله تعالی څخه مرسته او توفیق غواړه او خپه کېږه مه همدا راز خپلو اولادونو ته دعا کوه او ښېرا او بد دعا مه ورته کوه او په دې یقین وساته چي هر کار وخت ته ضرورت لري او یو کار هم په بېړه باندي نه کېږي هرڅه به په مرور د وخت روغ شي ان شاء الله تعالی . د عمر په دې مرحله کي ماشوم هرڅه ژر هېروي که مونږ د هغوی مزاج او طبیعت په پام کي ونیسو او په نرمي او پراخه سینه د هغوی د عمر له دې مرحلې سره تعامل وکړو زیاته ممکنه ده هغه پخپله خوښه د استقامت لاري ته راوګرزي . والدین څرنګه کولای شي د خپلو اولادونو لپاره له خپلو ځانونو څخه د نیکو اعمالو یوه ښه نمونه جوړه کړي ؟ په دې برخه کي کولای شو له لاندي کرښو څخه استفاده وکړو : والدین د جمعې په ورځ دواړه باید اودسونه وکړي او تر لمانځه مخکي سنتونه ادا کړي او بیا قرآنکریمونه دواړه ور واخلي او د سورة الکهف تلاوت وکړي او استغفار او په رسول الله صلی الله علیه وسلم درودونه ووایې په داسي حال کي چي د هغوی  ماشومان دا واړه ګلان یې په خواوشاکي ورناست وي او ورته ګوري ترڅو هغوی هم په همدې شکل وده وکړي او په راتلونکي کي هغوی هم له تاسي سره په همدغه عبادتونو کي ګډون وکړي  . عن بن عُمَرَ قال قال رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  لَا تَتَّخِذُوا بُيُوتَكُمْ قُبُورًا (سنن ابن ماجه) له ابن عمر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول ا� �له صلی الله علیه وسلم وفرمایل : له خپلو کورونو څخه قبرونه مه جوړوۍ . عن زَيْدِ بن خَالِدٍ الجهني قال قال رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  � �اَ تَتَّخِذُوا بُيُوتَكُمْ قُبُوراً صَلُّوا فيها(مسند أحمد بن حنبل) له زید بن خالد الجهني � �ضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خپل کورونه هدېرې مه جوړوۍ لمونځونه په کي کوۍ . فقهاء هم وایې چي د سنتونو او نوافلو د ادا کولو لپاره غوره او بهتره ځای کورونه دي ، ددې یو سترحکمت هم دادی چي په کورونو کي موجود انسانان هم ور څخه ددیانتداري الهام آخلي او دا دنوي نسل په ت� �بیه او روزنه مهم رول لري . والدین هڅه باید وکړي چي د اخترونو لمونځونو ته خپل اولادونه هم له ځان سره ملګري کړي تر څو لمونځ د هغوی له کوچنیو زړونو سره تعلق پیدا کړي . زمونږ ماشومان او مسجدونه : لکه څرنګه چي شین بوټی بې له رېښو څخه نه شین کېږي همدا راز د ماشوم جسمي او عقلي وده تر هغه وخته ناشوني ده چي هغوی ته حرکت ورنکړو هغه نشي کولای د ژوندانه په اسرارو او د هغي نړۍ او چاپېریال چي هغه یې په غېږ کي ژوند کوي په حالاتو تر هغه وخته خبر شي چي ترڅو مونږ هغوی د همدغي نړۍ په ګوښو او کوڅو کي نه وي ګرزولي ، الله تعالی د انسان په خټه کي د معلوماتو د لاس ته راوړلو او استطلاع مینه اېښي ده هغه بالفطرت تل کوشش کوي چي ددې نړۍ په هرڅه ځان خبر کړي همدا راز دا فطري ځانګړتیا په ماشوم کي د لوی په نسبت زیاته وي ، په دې اساس مونږ ماشومان باید مسجد ته له تګ کولو څخه د لمونځ کوونکیو د نه مزاحم کېدلو په وجه منع نکړو همدا راز داسي هم باید نه وي چي هغوی په مسجد کي نعرې وهي او یالوبي کوي تر څو خلګ ورڅخه په تکلیف شي او یا د مساجدو بې ادبي وشي ، مونږ باید هغوی ته د مسجد آداب وروښیو او له ځان سره یې مسجد ته ملګري کړو زمونږدین د اعتدال دی او د هغوی له ځان سره په ملګري کولو کي د هغوی له مسجد سره مینه پیدا کېږي هلته ګڼ شمېر انسانان ویني چي د الله تعالی عبادت کوي او یوه ډله نور مسلمانان ویني چي د قرآنکریم په تلاوت مشغول دي  او شرعا کوم نصوص نه دي راغلي چي ماشومان له مسجد څخه منع کوي هغه حدیثونه چي مخکي مونږ د امامة بنت زینب رضي الله تعالی عنها په متعلق ذکر کړل په دې دلالت کوي چي مسجد ته د ماشومانو په بېولو کوم شرعي مم انعت نشته او که یې والدین او یا اقارب د ځان ملګري کړي جواز لري ،او په دې باندي ستر دیني، اخلاقي او تربیوي فواید مرتب دي . په پای کي به دا ووایو چي د ټولو کاروونو روغوونکی الله تعالی دی او مونږ باید په هرڅه کي د هغه توفیق او مرسته وغواړو او هغه ته په هرمشکل کي د عاجزي لاسونه پورته کړو او خپلو او� �ادونو ته دا لاندي دعا چي له مسنونه دعا ګانو څخه مو را اېستلي ده وکړو. اللهم إني أسألك بأسمائك الحسنى و صفاتك العلى و أسألك بكل اسم سميت به نفسك او أنزلته في كتابك أواستأثرت به في علم الغيب عندك و أسألك باسمك الأعظم الذي اذا دعيت به أجبت واذا سئلت به أعطيت ان تتقبل عملي وتستجيب دعائي  هذارب اجعلني مقيم الصلاة ومن ذريتي � �بنا وتقبَّل دعاء يا حي ياقيوم برحمتك أستغيث أصلح لأولادي شأنهم كله ولا تكلهم إلى أنفسهم طرفة عين ، ولا أقل من ذلك اللهم اهدهم لصالح الأعمال وال� �هواء والأخلاق ، فإنه لا يهدي لصالحها إلا أنت، واصرف عنهم سيئها لا يصرف سيئها إلا أنت اللهم إني أسالك لهم الهدى والتقى وا� �عفاف والغِنَى اللهم طهِّر بناتي وبنات المسلمين بما طهَّرت به مريم، واعصِم أولادي وأولاد المسلمين بما عصِمتَ به يوسف اللهم اجعل الصلاة أحب إليهم من الماء البارد على الظمأ، إنك على كل شيء قدير وبالإجابة جدير، يا نعم المولى ونعم النصير. وصل اللهم على سيدنا و قدوتنا محمد واله وصحبه وسلم تسليماكثيرا وآخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمين. ",څرنګه کولای شو د خپلو اولادونو له لمانځه سره مینه پیداکړو(۲) 5271,قدوسي سلیمانخېل," ِنَّ الْإِنْسَانَ خُلِقَ هَ� �ُوعًا_ إِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوعًا_ وَإِذَا مَسَّهُ الْخَيْرُ مَنُوعًا_ إِلَّا الْمُصَلِّينَ _ الَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَاتِهِمْ دَائِمُونَ  ( سورة المعارج 19-23) انسان حرص ناک پیدا شوی دی کله چي تکلیف ورته ورسېږي  وېر او ماتم کوي او کله چي خیر ورته ورسېږي بیا یې منع کوي او د الله تعالی په لار کي یې نه خرچ کوي م ګر داسي نه دي هغه لمونځ کوونکي چي هغوی د خپلو لمونځونو تل پابند وي . لمونځ د ګناهونو د بښل کېدلو او د هغوی د محو کولو یو سبب دی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : أَرَأَيْتُمْ لَوْ أَنَّ نَهْرًا بِبَابِ أَحَدِكُمْ يَغْتَسِلُ مِنْهُ كُلَّ يَوْمٍ خَمْسَ مَرَّاتٍ هَلْ يَبْقَى مِنْ دَ� �َنِهِ شَيْءٌ؟  قَالُوا لَا يَبْقَى مِنْ دَرَنِهِ شَيْءٌ قَالَ: فَذَلِكَ مَثَلُ الصَّ� �َوَاتِ الْخَمْسِ يَمْحُو اللَّهُ بِهِنَّ الْخَطَايَا  (رواه البخاري ومس� �م). آیا تاسو لیدلي دي چي که له تاسو څخه د یوکس په دروازه کي یوه لویه ویاله بهېږي او هغه په ورځ کي پنځه ځلي په هغه ویاله کي لامبېږي نو آیا د هغه په بدن به څه خری (چټلتیا) پاته شي ؟ اصحابو په ځواب کي ورته وویل چي نه ؛ خری نه پاته کېږي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل همدا د پنځو وختونود لمونځونو مثال دی چي الله تعالی ورباندي ګناهونه صفا کوي . په لمانځه کي د روح غذاء ده ، پنځه وخته لمونځ د انساني روح ورځنۍ غذا ده لکه د انسان خیټه چي ورځنۍ غذا ته اړتیالري ، په لمانځه کي انسان له خپل پروردګار سره م ناجات کوي چي د هغه په وسیله د هغه روح شفا پیدا کوي اوزړه یې روغېږي . په لمانځه کي انسان ته د نظم د ساتلوتمرین ورکول کېږي او هغه په عبادت کولو معتاد کېږي او دا نظم د جماعت په لمانځه کي له ورایه لیدل کېږي . د جماعت په لمانځه کي د اسلامي اخوت مراندي ټینګېږي او د مسلمانانو تر مینځ د محبت اړیکي تقویه کېږي همدا راز د مسلمانانو قوت څرګندېږي ، په جماعت سره د لمانځه په ادا کولوکي د مسلمانانو تر م ینځ د زړونو بدوالی لېري کېږي ، د زړونو په مینځ کي مینه او الفت پیدا کېږي او د هغوی یووالی او وحدت ټینګېږي . (هـ) امر بالمعروف او نهی عن المنکر : وروسته له  هغه چي لقمان خپل زوی ته د ایمان او توحید او د والدینو د احسان او د لمانځه د قایم کولو په  هکله توصیې وکړې اوس ورته د امر بالمعروف او نهي عن المنکر دنده سپاري چي دا دټولني د اصلاح او رغوني له بنسټېزو اصولو څخه دی کله چي په دې کار کي خلګ یو بل ته اوږه ورکړي بیا به له هغوی څخه هیڅ یوه اخلاقي خوبي نه ضایع کېږي او نه به د هغوی په مېنځ کي کوم منکر او ناروا کار وجود ومومي . په دې کي څه شک نشته چي الله تعالی د رسول الله صلی الله علیه وسلم امت تر ټولو امتونو غوره او بهتر امت ګ� �ځولی دی او د هغه د غوره والي بنیادي وجه په الله تعالی ایمان او عقیده او د خلګو نېکي لاري ته رابلل او بدو چارو څخه منع کول دی لکه چي فرمایې : كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُ� �ُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ  (سورة آل عمران۱۱۰) یاست تاسي (مسلمانان) هغه غوره امت چي د خلګو لپاره را اېستل شوي یاست  په نېکو کارونو به حکم کوۍ او له بدو او ناروا کارونو څخه به منع کوۍ او په الله تعالی به ایمان او عقیده لرۍ . په دې اساس امر بالم عروف او نهی عن المنکر  او ناروا کارونو ته په نصیحت او په عملي ګټورو طریقو سره تغیر ورکول د ټولني په بیارغونه او سمونه کي او د هغې په جوړښت کي ستره فعاله ونډه اخلي او د ټولنو په اصلاح او سمون کي په هر  مثمر شکل ونډه  اخېستل یو اخلاقي عمل او د مسلمان دیني او انساني فریضه  ده. ددې واجب په سرته رسولو سره ټولنه له اخلاقي انحراف اوله عقیدوي ښویېدني څخه راګرزي ځکه خو اسلام دا مسؤولیت بې له استثناء د ټولو مسلمانانو په غاړه ور اچولی دی او هغوی یې مکلف کړي دي چي د اسلامي تعلیماتو له مخي د اسلام د اخلاقي او عقیدوي بندرونو پيره داران واوسېږي ، دا د هرمسلمان فریضه ده چي کله یو ناروا عمل او یا عقیدوي انحراف وویني  که یې قدرت وي د مټي په زور د دهغه مخه ونیسي او جهاد د ورسره وکړي او که یې د ژبي توان وي نو په خبرو او نصیحت د یې منع کړي او همدا راز د هغه منکر او د منکر مرتکب انسان په زړه کي بد و اېسوي په دې دریو صورتونو کي هغه مؤمن دی او که له دې دریو شکلونو څخه یو هم ونکړي نو هغه له ایماني غیرت څخه محروم دی  ، له اخلاقي او عقیدوي انحراف څخه د ټولني ساتنه یو اجتماعي مسؤولیت دی چي په هیڅ شکل ور څخه لاس اخېستل نه دی په کار او که لاس ور څخه واخېستل شي ټولنه په مجموعي شکل د الله تعالی له رحمت څخه شړله کېږي او د هغه عمومي عذاب ته دعوت ورکوي چي د الله تعالی عذاب ډېر شدید دی او بد مرغه او نېکمرغه ټول په بر کي نیسي لکه په قرآن کریم کي چي د تېرو قومونو په هکله بیان شوی دی . لعن الذين كفروا من بني إسرائيل على لسان داوود وعيسى ابن مريم ذلك بما عصوا وكانوا يعتدون كانوا لا يتناهون عن منكر فعلوه لبئس ما كانوا يفعلون (الم ائدة) د الله تعالی له رح مت څخه رټل شوي دي هغه څوک چي کافران شوي دي له بني اسرایلو څخه د داؤود علیه السلام او عیسی بن مریم علیهما ا� �سلام په ژبه دا په دې وجه چي هغوی نافرماني وکړه او تجاوز یې کولو ، هغوی له بدو کارونوڅخه چي کول یې یوبل نه م نع کول زیات بد وو هغه څه چي دوی به کولو . عن حُذَيْفَةَ بن الْيَمَانِ عن النبي  صلى الله عليه وسلم  قال وَالَّذِي نَفْسِي بيده لَتَأْمُ� �ُنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلَتَنْهَوُنَّ عن الْمُنْكَرِ أو لَيُوشِكَنَّ الله أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عِقَابًا منه ثُمَّ تَدْعُونَهُ فلا يُسْتَجَابُ لَكُمْ (سنن الترمذي) له حذیفه رضي الله تعالی عنه څ خه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : زما د قسم په هغه ذات وي چي زما ساه د هغه په واک کي ده یاخو به تاسو خامخا په نېکوکارونو حکم کوۍ او هرومرو به له بدو کارونو څخه منع کوۍ  او یا خو نژدې دی چي الله تعالی له خپله لوري په تاسي باندي یو عذاب راولي بیا به هغه درننګوۍ خو ستاسي دعاګاني به نه قبلوي . په دې وصیت کي یوبل تربیوي اصل دی چي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په سرته رسولو کي داعي مسلمان ورته متوجه کوي هغه د صبر او زغم تلقین دی ، د الله تعالی لورته دعوت او بلنه له داعي انسان څ خه د هغه مقاومت په مقابل کي چي ددعوت د دښمنانو له خوا ترسره کېږي زیات صبر او حوصله غواړي ځکه چي خلګ فطرتاً د جهالت له وجهي د هغه څه په وړاندي مقاومت کوي چي مخکي ورباندي خبر نه وي مقوله ده : الناس � �عداء لما جهلوا خلګ د هغه څه دښمنان وي چي نه وي ورباندي خبر . اوبل د منک� �اتو مرتکب انسانان کله هغه څوک خوښوي چي د هغوی د جرایمو مخنیوی کوي په دې اساس لقمان حکیم خپل زوی ته وایې چي که ددعوت په مسیر کي ستونځي درته را مخ ته شي او شریر مزاج مفسدین درته خنډونه ایجادوي او تکلیف درته متوجه کوي خو له دې تګلاري څخه به نه آوړې او دا عمل به نه پرېږدې او په دې ستونځو او تکلیفونو به صبر کوې او له زغم څخه به کار آخلې ځکه چي د حق په مقابل کي د باطل غبرګون یو فطري عمل دی ، په همدې شکل به د بري ساحل ته رسېږې او د الله تعالی د رضا مقام به ترلاسه کوې. أم حسبتم أن تدخلوا الجنة ولما يأتكم مثل الذين خلوا من قبلكم مستهم البأساء والضراء وزلزلوا حتى يقول الرسول والذين آمنوا معه متى نصر الله ألا إن نصر ال� �ه قريب ( البقرة ۲۱۴) آیا تاسوداسي ګڼلي ده چي جنت ته به داخل کېږۍ په داسي حال کي چي تاسوته د هغو قومونو چي له تاسي څخه وړاندي تېر شوي دي مثال وړاندي شوی دی چي هغوی ته تکلیفونه او ضررونه پېښ � �ول او تر دې اندازې یې جټکې وخوړلي چي وویل  پیغمبر او د هغه ملګرو مؤمنانو کله به وي د الله تعالی مرسته ، باخبرووسۍ په رېښتیا چي د الله تعالې مرسته او بریالیتوب نژدې دی . کله چي انسان صبر خپل کړي ډاډمن کېږي او ثبات ورته پیدا کېږي او خپلي چاري په متوازن شکل د عقل په رڼا کي په مخ بیایې او د هرڅه لپاره مناسب وخت ټاکي او مناسبي معقولي لاري لټوي او په معقوله طریقه خپلي تګلاري ته دوام ورکوي ، او که چېرته انسان بې صبره شي نو بې صبري یې د لېوالتیا او بېړي په خوا ورپوري وهي ن، دهغه کارونه  بېځایه کېږي اود وخت ټاکل ورڅخه غلط کېږي او د خپل پروګرام د تنفیذ لاري ور څخه ورکېږي کېدای شي هغه د حق خاوند وي او د خیر تلاش کوي خو د بې صبري په نتېجه کي یې یو داسي جنایت او فساد له لاسه پورته شي چي په خپله هم ځان په معصیت اخته کړي او اسلامي دعوت ته هم نقصان ورسوي او که یې له صبر څخه کار اخیستی وای نو دا هیڅ به هم نه وو. ځکه خو لقمان حکیم خپل زوی ته د صبر توصیه کوي ځکه په ستونځو او مصیبتونو صبر کول د انسان په کار کي نور او رڼا پیداکوي او د مسلمان وقار او عزت ساتي ځکه خو صبر له لوړو آدابو او ارزښتمنو اخلا� �و څخه دی همدا راز صبر کول د مؤمن له صفاتو څخه دی او الله تعالی د صبر خاوندانو ته د ثوابونو زېری ورکوي . إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُمْ بِغَيْرِ حِسَابٍ (سورة الزمر10) ضرور به صبر كوونكيو ته د هغوی اجر او ثواب بې حسابه او پوره ورکول کېږي . هغه څه چي مونږ یاد کړل داسي خلاصه کوو چي لقمان حکیم دې وصیتونو ته د مسلمان داعي لپاره د اهمیت په بنیاد ترتیب ورکړی دی اول یې د عقیدې د سمون توصیه کړي ده او بیایې خپل ځان ته په عبادت د تمرین ورکولو توصیه کړي ده او بیایې نورو ته د دعوت او په دې لاره کي دصبر توصیه کړي چي یو مسلمان داعي یې باید په پام کي ونیسي .  په همدې شکل لقمان حکیم خپل زوی تربیه کوي او له هغه څخه د الله تعالی یو مخلص مسلمان بنده جوړول غواړي چي نه یواځي په خپله نېک وي ب� �که نور خلګ هم نېکي لاري دعوت کړي ، هغه تل د الله تعالی عبادت وکړي  او الله تعالی د خپلو اعمالو نګران وګڼي دا ډول انسان چي په دې منهج یې تربیه شوي وي کله هم نه بې لاري کېږي تل ویښ وي او دسالم فکر او عقېدې خاوند وي ، د خپل ځان په دننه کي د عزت او کرامت احساس کوي او تل په دې عقیده وي چي که په سمه لاره � �وان وي الله تعالی به یې ملګری او مرستندوی دی . (و) د لقمان په وصیتونو کي د ټولنېزو آدابو د مراعات کولوتربیوي  اصل: د لقمان په هغو وصیتونو کي چي قرآنکریم یې نقل کوي هغه خپل زوی ته اجتماعي آداب ورښیې  چي مونږ یې په دې توګه سپړلای شو . هغه څوک چي د حق لاري ته دعوت کوي او الله تعالی ورته پوهنه او بصیرت ورکړی وي ورته په کار نه ده چي په نورو خلګو یې غټه ووایې او یا خپل ځان ددې په وجه تر هغوی ستر وګڼي چي ددعوت دنده سرته رسوي او یا الله تعالی هغه ته پوهنه او علم ورکړی دی چي نور خلګ ورڅخه محروم دی که څه هم د علم مقام لوړ او د عالم درجې تر ناپوهانو لوړي دي خو داعي او عالم ته په کار نه دی چي دا صفت د غرور او تکبر لپاره وکاروي او دا غرور او تر نورو د خپل ځان غټ بلل د شیطان له مداخلو څخه یوه سوړه ده چي غواړي د هغه نېک اعمال له دې لاري ضایع کړي  تفسیر سعدي د همدغه آیت په تفسیر کي لیکي :  ( ولا تصعر خدك للناس )  أي لا تمله وتعبس بوجهك للناس تكبرا عليهم وتعاظما (  ولا تمش في الأرض مرحا)   أي بطرا فخرا بالنعم ناسيا المنعم معجبا بنفسك  ( إن الله لا يحب كل مختال)   في نفسه وهيئته وتعاظم ه   (فخور)   بقوله  ( واقصد في مشيك )  أي امش متواضعا مستكينا لا مشي البطر والتكبر (تفسير السعدي) خلاصه د هغه د تفسیر داده چي په خلګو باندي د هسکي ویلو او تکبر کولو په وجه ټنډه تروه مه نیسه او مخ ور څخه مه اړوه او په زمکه کي په لویې او غرور سره مه ځه چي یواځي خپل ځان وینې او په خپل ښه حالت باندي فخرکوې او الله تعالی چي دا احسانونه یې په تا  پېرزو کړي دي هېر کړې الله تعالی هغه څوک هیڅکله نه خوښوي چي ځان غټ ګڼي او په خپل ځان اوشکل او کیفیت مغرور وي ، او په زمکه کي د تواضع او مسکنت تګ کوه د تکبر او م ستي تګ مه کوه چي ارت ارت روان یې ( الله تعالی دمونږ ته عفو وکړي) لقمان حکیم خپل زوی له � �ویې څخه منع کوي او ورته وایې چي (وَلا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِ� �نَّاس) صعر هغه ناروغي ده چي اوښ ته پېښېږي او مزغی یې کوږ شي دلته لقمان حکیم خپل زوی ته وایې چي خلګو ته خپل مزغی لکه اوښ کوږ مه نیسه  اوچي کله له خلګو سره خبري کوې ددې په وجه چي هغوی سپک درته ښکاري او ځان غټ ورباندي بولې مخ مه ځیني اړوه او خپله ټنډه تروه مه نیسه  او له هغوی سره انکسار او تواضع کوه او په خبرو کي نرمي ور سره کوه ځکه چي تکبر د مؤمن صفت نه دی او دمسلمان په اخلاقو کي تکبر نه وي  بل ځای الله تعالی خپل ګران محبوب صلی الله علیه وسلم ته فرمایې : واخفض جناحک للمؤمنین او خپل وزر مؤمنانو ته ټیټ کړه یعني نرمي او تواضع ورسره کوه . په بل ځای که بیا ورته فرمایې : وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْم ِنِينَ . او خپل وزر هغو مؤمنانو ته ټیټ کړه چي ستا پیروي کوي . همدا � �از رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : وَمَا تَوَاضَعَ أَحَدٌ لِلَّهِ إِلا رَفَعَهُ ال� �َّه  (رواه مسلم). چاچي د الله تعالی لپاره تواضع او خاکساري وکړه الله تعالی به یې ضرور پورته کړي . بل ورته وايې چي  د الله تعالی په زمکه کي نېغ نېغ مه ځه په غرور او خیال سره تګ مه کوه ځکه چي د الله تعالی کبرجن او مغرور انسان نه خوښېږي هغه څوک چي په خلګو یې غټه وایې او ځان تر هغو پورته ګڼي  چي الله تعالی ورته مال او دولت ورکړی دی او یا ښه قواره او ښکلي څېره ورکړي ده او یایې ښه ځواني او � �دوقامت ورکړی دی او یا یې لوړه رتبه ورکړي ده او یا یې ښه نسب اویا قوي قوم ورکړی دی  اویایې پوهنه او علم ورکړی دی دا هرڅه د الله تعالی امانت دي له انسان سره چي کله هم وغواړي بېرته یې له انسان څخه اخېستلای شي . بل دا ورته وایې چي کله تګ کوې نو په میانه روي سره تګ کوه داسي نه چي د متکبرینو په شان ارت ارت سوکه سوکه خماري او نشه روان یې او یا دلټانو په شان سست روان یې او مه د حیوان غوندي منډي وهه چي لنډه ساه اچوې او ژبه د را وتلي وي ، د متواضع انسان تګ کوه چي نه خو تکبر په کې وي او نه داچي له انسانیت څخه ورباندي وتلی یې . لقمان حکیم خپل زوی ته په اخري وصیت کي فرمایې قرآنکریم نقل کوي : (وَاغْضُضْ مِنْ صَوْتِكَ إِنَّ أَنْكَرَ الأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِيرِ) او خپل غږ ټیټ کړه ځکه چي بد ترین او نفرتي د غږونو د خره هونګاره ده . خپل اواز دومره � �وړکړه چي خلګ ستا خبري واوري لويي نارې او چیغي مه وهه ځکه چي تر ضرورت زیات لوړ آواز  نورو خلګو او آورېدونکیو ته تکلیف پېښوي او په ټیټ آواز کي ادب او تواضع ده همدا راز هغه څوک چي په تیټ اواز سره خبري کوي په خپلو خبرو باندي باورلري او په خپل ځان د انسان اعتماد پیداکوي او آورېدونکي یې هم باور و� �باندي کوي چي رېښتیا وایې او په لوړ آواز سره خبري کول الله تعالی نه خوښوي ځکه خو یې مثال د خره هونګاره ورته � �کر کړی دی ، خر چي په ټولو حیواناتو کي ذلیل ترین حیوان دی الله تعالی ورته لوړ آواز ورکړی دی مفسرین لیکي چي  د الله تعالی ددې مثال مقصد دادی چي که لوړ آواز ستایلی وای الله تعالی به خره ته هیڅکله نه وای ورکړی . عن ابن زيد رضي الله عنه قال لو كان رفع الصوت خيرا ما جعله ا� �له للحمير (الدر المنثور) که لوړ آواز غوره وای الله تعالی به خره ته نه وای ورکړی . قال سفيان الثوري: صياح كل شيء تسبيح إلا نهيق الحمير (الدر المنثور) سفیان ثوري رحمة الله تعالی علیه فرمایې چي د هرشي آواز د الله تعالی تسبیح دی او د الله تعالی پاکي بیانوي د خره له هونګاري څخه پرته . (ز) د � �قمان لهجه خپل زوی په وصیت کولو کي : یو ه مهمه نقطه چي د اولاد په تربیه کي زیات د پام وړ دی هغه د لقمان حکیم لهجه ده هغه غالباً د هر وصیت په پیل کي خپل زوی ته وایې (یابني) اې زما زویکه ، خپل اولاد ته په دې شکل خطاب د هغوی زړونو ته پلرنۍ مینه ور پرېږدي او هغو ی دې ته آماده کوي چي د والدینوخبري یې په زړه کي نقش شي او په ډېره مینه د والدینو نصیحت ته متوجه کېږي ، په دې وصیت کي او د لقمان حکیم په دې تربیوي لار ښوونه کي وهل ټکول او ډنډه نه ده کارول شوي اونه کوم تهدید آمېزه کلمات په کي شته ، هغه ځوی ته داسي نه وایې چي  وه هلکه ؛ اې ځوانه ؛ اې خرکوسه؛ اې سرکوزه؛ اې نجسه ؛ لکه څرنګه چي زمونږ معمول ده بلکه هغه و� �ته په پلرنۍ مینه سره وایې اې زما زویکه ؛ دا ډول خطاب د اولاد په ذهنیت ډېر ژور اثر پرې باسي هغه ددې خطاب په آو� �ېدلو سره خوند آخلي ، له دې ډول خطاب سره چي اولاد ته هر څومره سخت مکلفیت ور په غاړه شي او په هرڅومره دروند کار وګمارل شي زه یقین لرم چي هغوی به یې په ډېره مینه سرته ورسوي نصیحت منل خو لا په خپل ځای دی چي منل یې بالکل ورته آسانه ده . مونږ ته لازمه ده د اولاد په روزنه کي چي کله وغواړو هغوی روغي لاري ته � �اوبولو مخکي له ځان سره هغه کلمات او توري وسنجوو چي هغه د هغه په ذهن مثبت اثر پرې باسي او له تشدد او تهدیدڅ خه په هر شکل ځانونه وساتو ځکه چي دا مؤثره طریقه نه ده ، د دې په هکله چي خپل اولادونه څرنګه تربیه کړو له همدې بحث څخه استفاده وکړو کېدای شي هغه مثبت نتایج لاس ته راوړو کوم چي زمونږ زړه یې تمنا لري . مفسرینو هم دا لیکلي دي چي د لقمان حکیم خپل زوی ته په وصیتونو کي هغه بنیادي اصول بیان شوي دي چي که یې یو څوک د خپل اولاد په روزنه او تربیه کي وکاروي ډېر مثمر او ګټور نتایج به ولري په دې اساس په مونږ لازمه ده چي هغو ته بار بار مراجعه وکړو هم په لومړي سر کي خپل ځانونه په هغه باندي سمبال کړو او بیا هم د خپلو اولادونو � �وزنه او تربیه ور باندي وکړو د مونږ د ټولو بدمرغیو اصلي عامل دادی چي مونږ  همدغه � �رآني هدایات له پامه غورځولي دي ځکه خو بالآخره له خپلو اولادونو څخه سرونه ټکوو ، داهم باید په پام کي ونیسو چي که زمونږ اولادونه بې لاري کېږي او په اخلاقي او عقیدوي لحاظ منحرف کېږي او د والدینو لپاره د سر خوږ جوړېږي اساسي لامل یې دادی چي مونږ په دې اصولو د هغوی تربیت نه دی کړی ، هغوی مو له اسلام څخه نه دي خبر کړي د هغوی تع� �ق له الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له لارښوونو سره پرې شوی دی، هغوی چي هرڅه کوي خود به یې کوي ځکه چي هغوی په دې مونږ نه دي خبر کړي چي الله تعالی د مونږ د اعمالو نګران دی او زمونږ په اعمالو راسره ح ساب کوي .    د الله تعالی حکمتونه په قرآنکریم کي دداسي قصو په رانقل کولو کي زیات دي خو لوی مقصد د لقمان حکیم د وصیتونوچي الله تعالی په قرآنکریم کي رانقل کړي دي او بشپړه سوره یې د هغه (سورة لقمان) په نامه نومولي ده داده چي داهغه تربیوي اصول دي چي مسلمانان یې باید د ځان او اولاد په روزنه کي تل تر تله وکاروي الله تعالی د مونږ ته په هغو د عمل کولو توفیق راکړي ",د لقمان خپل زوی ته په وصیتونو کي تربیوي اصول (۲) 5272,," ", 5273,," پدې غونډه كې چې دسولې اوامنيت ترسرليك لاندې جوړه شوې وه ددې ولايت دټولوقومونولكه صبريو ،تڼيو،ګربزو،كوچيانو،متون،ځاځيو،منګلو،ځدراڼو،ځنيخېلو،مندوزيواونورقوم ونواستازوبرخه اخيستې  وه اوټولوپخپل وارسره دموضوع په اړه خبرې وكړې .له خبروكولووروسته دخوست ولايت دقومونولخواګډترتيب ك شوى پرېكړه ليك په لاندې څلورو مادو كې ولوستل شو .دخوست ولايت دقومونوپرېكړه ليك ۱ : دخوست ولايت قومونه دهغې پرېكړې چې څوورځې وړاندې دافغانستان ولسمشرښاغلى حامدكرزي او دګاونډي هېوادپاكستان ولسمشرښاغلي پروېزمشرف ترمنځ وشوه چې دډېورنډكرښې دواړو غاړو قومونه به سره جرګه كيږي اودوى به په خپل مېنځ كې په مشكلاتوخبرې سره كوي په كلكه ملاتړكوي ځكه چې افغانستان دجرګووطن دى افغانان تل پرولسي پرېكړوباوركړى اودولس ستونزې يې دولس په ژبه حل كړي دي اوخوست ميشتي قومونه په ټول افغان ولس غږكوي چې له دغه طلايي چانس څخه ګټه پورته كړي ،مشكلاتوته دپاى ټكى كيږي اوخپل ولس ته سوله راوړي .۲: دافغانستان اسلامي دولت جايدوعلم اووتل ځانمرګي بريدونه دقراني اياتونواونبوي احاديثوپه رڼاكې رد كړيدي اوداډول كړنې يې يوغيراسلامي عمل بل� �ى ،نودخوست ولايت قومونه دعلماوو د دغو پرېكړوقدردانى كوي اوداډول اعمال دافغاني دوداودستورڅخه وتلى كار بولي .۳: دافغانستان جايدوعلماوودقراني اياتونواونبوي احايثوپه رڼاكې دغه ثابته كړې ده چې افغانستان دارا� �حرب نه دى بلكې دارالاسلام دى ځكه چې افغانستان يواسلامي هېواد دى ،پراسلامي اصولو ولاړ اساسي قانون لري داس� �ام په چوكاټ كې پرېكړې ترسره كوي اودولس پررايوټاكل شوى ولسمشراوملي شورالري نوپدې اساس افغانستان ته ادرالح رب نه شوويلى،هغه څوك چې زموږګران هېوادافغانستان ته دارالحرب وايي هغه داسلام اودافغانستان دخلكودښمنان دي دافغانستان جايد علمااودخوست ولايت قومونه ددغه شان فتوى وركوونكو اشخاصوپه كلكه غندنه كوي او د افغانستان په چاروكې يې بربنډه مداخله بولي .۴: دخوست ولايت ټول قومونه دافغانستان دولت دهرې پرېكړې څخه ملاتړكوي خوخصوصاً دهغې پرېكړې څخه چې دكرښې دواړوغاړوقومونه به سره جرګه كيږي خوښي څرګندوي اوپه جوړيدوكې به يې دزړه له تله هڅې اوهاندكوي . ",خوستمېشتوقومونوپرېكړه وكړه . 5274,," دباك ولسوالۍ خطيب مولوي خليل احمدتېره ورځ ماښام ديوشمې� �نامالومووسلوالولخواديادې ولسوالۍ دبوتخانې په سيمه كې وژل شوى . پدې اړه دباك ولسوال ميرزاجان نيمګړي ويلي دي چې مولوى خليل احمدديوشمېرنامالومووسلوالولخواوژل شوى چې په اړه يې څيړنې روانې دي . مولوى خليل احمدپه تېروخت كې داېتلافي ځواكونولخواهم نيول شوى ؤچې له څه وخت بندوروسته بېرته خوشى شو . نوموړي كومه ځانګړې بدي نه درلوده اونه هم ورته مخكې څه ګواښ شوى ؤ . ",دباك ولسوالۍ خطيب ووژل شو 5275,," ", 5276,عبدالغفور لیوال," نوی جنګبیا له تاریخ سړه جګړې ته ورځمبل ځل که هست شوم داسې ژوند نه کوم بل ځل به مینه وکړم ژوند نه به کسات واخلماوس خو د ژوند لپاره مینه وژنم، قتل کومدا ځل قاتل یم خپلې هیلې خښومه په خپلهمګر که بیا راغلمهبیا به د خپلې مینې سترګې لولمبیا به یې ښکلي مخ نه ساه اخلمهاو بس له زوکړې بیا تر مرګه به هغې ته ګورمبیا له تاریخ سره جګړې ته ورځماو بیا که هست شوم په یو بل هیواد کې ژوند کومهیو داسې ځای کې چې د جنګ قهرمانان نه لريیو داسې ځای کې چې قانون یې یو له بل سره له مینې جوړويداسې هیواد چې د اوبو په څیر تاریخ ولريداسې هیواد چې برخلیک یې په سرو وینو لیکل شوی نه ويداسې هیواد چې له آدمه تر دې دمه هیڅ د تورې او ټوپک نومونه نه پیژنياو شرنګ و شرونګ په کې یوازې د پاولیو، د نتکیو د والیو خیژېبیا له تاریخ سره جګړې ته ورځمراځئ دا ځل د هر وطن پاچاهيیوې حسینې، یوې ښکلې ته وروسپاروهو دا منم دلته به رخه وي، غیبت به هم ويدلته به ټولې شتمنۍ یا پرګاڼو یا پر کالیو ورکړيدلته به ټول دارونه مات شي زندانونه به له خاورو ډک شيهره مېرمن او معشوقه به خپل مین ته بیل زندان جوړ کړيمګر هیڅ څوک به څوک ونه وژنيټولې لښکرې به په ګور ننوځيهیڅ یو خاوند هیڅ یو مین به څوک خبرو ته هم نه پریږديځکه پاچا به یې په خو� �ه د خپلو شونډو مُهر ولګويهر نارینه رعیت به کور کې یو پاچا ولريداسې پاچا چې د کوڅیو په غمچینه به جزا و� �کويداسې پاچا چې خپل رعیت به په پسته غیږ کې بندي وساتيتر ټولو سختې سزاګانې به هغه وینې چې بلې ملکې ته ګو� �يد مینې رخه به قانون وياو سالو به یې ملي جنډه ويپه داسې ژوند کې به سیاست او منطق دواړه مړه ويدولت به رحم دا بۍ شي ماشومان به وي د کور وزیراناو نارینه به بس رعیت وي رعیتراځئ دا ځل د هر وطن پاچاهيیوې ح سینې، یوې ښکلې ته وروسپاروبیا له تاریخ سره جګړې ته ورځماو که بیا هست شوم له زانګو څخه تر ګوره پورې مینه کوم۱۸ اتله، ۱۳۸۵کابل ",نوی جنګ 5277,قدوسي سلیمانخېل," ۱۶- پنځه وخته لمونځ په پابندي سره اداکول ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : ما من امرئ مسلم تحضره صلاة مكتوبة فيحسن وضوءها وخشوعها وركوعها ، إلا كانت كفارة لما قبلها من الذنوب مالم تؤت كبيرة ، وذلك الدهر كله (رواه مسلم)  هر مسلمان ته چىد فرض لمانځه وخت را ورسېدلو او په ښه طریقه سره یې اودس وکړلو او لم ونځ یې په خشوع او عاجزي سره اداکړ چي ترڅو یې کبیره ګناه نه وي کړي د تېرو ټولو ګناهونو کفاره ګرځي او دا ټول عمر همداسي ده . ۱۷-  د جمعې په ورځ کي یوه داسي شېبه ده چي هره دعا په کي الله تعالی قبلوي زیارباسه تر څودا ګړۍ ستا په � �سمت شي  رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : فيها ساعة لا يوافقها عبد مسلم وهو قائم يصلي يسأل شيئاً إلا أعطاه إياه (رواه البخاري وم سلم) د جمعې په ورځ کي یوه داسي شېبه ده که مسلمان په هغه شېبه کي د لمونځ کولو په حالت کي وي هرڅه چي � �ه الله تعالی څخه وغواړي الله تعالی یې ورکوي .  همدا راز د جمعې په ورځ د سورة الکهف تلاوت کوه ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : من قرأ سورة الكهف في يوم الجمعة أضاء له من النور ما بين الجمعتين (رواه ا� �نسائي والحاكم) چاچي د جمعې په ورځ د سورة الکهف تلاوت وکړ الله تعالی به هغه ته یوه ډېوه روښانه کړي چي ددوو جمعو تر مېنځ به ور ځخه ګټه آخلي . ۱۸- مسجد ته پنځه وخته په پابندي سره ورتلل ځکه چي رسول ال� �ه صلى الله عليه وسلم فرمایې : من غدا إلىمسجد أو راح أعد الله له نزلاً في الجنة كلما غدا أو � �اح  (رواه البخاري ومسلم) څوک چي د سهار له خوا او ماښام له خوا مسجد ته ځي الله تعالی میلمستیا ور ته تیاروي که سهار ولاړ شي او که ماښام . په بل ح دیث کي  رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : بشر المشائين في ظلم الليل إلى المساجدبأن لهم نور تام يوم القيامة . هغه چاته چي د شپې په ترږمیو مسجدونو ته ځي  زېری ورکړه چي د قیامت به د هغوی لپاره بشپړه رڼا وي . په یوه بل حدیث کي  رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : صلاة الجماعة أفضل من صلاة الف� �د بسبع ٍ وعشرين درجة (رواه البخاري ومسلم) د جماعت لمونځ تر یواځي لمانځه اوه وېشت درجې غوره او بهتره ده. ۱۹-  د ترا وېح لمونځ په پابندي سره د رمضان د مبارکي میاشتي تر پایه پوري ادا کول ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : أفضل الصلاة بعد الفريضة صلاة الليل (رواه مسلم) له فرض لمانځه څخه وروسته بهترین لمونځ د شپې له خوا (تراوېح ) دی . ۲۰ -  چي کله یقیني ماښام شو په روژه ماتي کي بېړه کول ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : لا يزال الناس بخير ما عجلوا الفطر (رواه البخاري) تر هغه وخته چي خلګ په روژه ماتي کي تلېواره او بېړه کوي په هغوی کي به خیر وی . 21- د ماښام تر لمانځه مخکي روژه ماتول ځکه چي روایت شوی دی  : كان النبي صلى الله عليه وسلم يفطر قبل أن يصلي (رواه أحمد) رسول الله صلى ا� �له عليه وسلم به مخ كي له دې چي د ماښام لمونځ وکړي روژه ماتوله . ۲۲- په خورما او یا اوبو سره روژه ماتول سنت دی ځکه چي رسول الله صلى ال� �ه عليه وسلم فرمایې : من وجد التمر فليفطر عليه ، ومن لم يجد التمر فليفطر على الماء ، فإن الماء طهور(رواه أحمد وأبو داود والترمذي) که چاسره خورما وي په هغې د روژه ماته کړي او که خورما ورسره نه وي نو په اوبو سره د � �وژه ماته کړي ځکه چي اوبه پاک شی دی . او د روژه ماتي په وخت به دادعا چي  أبو داودنقل کړي ده ووایې : ذهب الظمأ ، وابتلت العروق وثبت الأجر إن � �اء الله . د روژه ماتي په وخت کي هره دعا قبلېږي ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : إن للصائم عند فطره دعوة لا ترد(ابن ماجة) په رېښتیا سره دروژه ماتي په وخت کي د روژه دار دعا نه واپس کېږي . ۲۳-   د شپی په وروستۍ برخه کي له سپېده چاود څخه مخ کي پشلمی کول سنت دی ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : تسحروا فإن في السحور بركة (رواه البخاري ومسلم) پشلمی کوۍ ځکه چي په پشلمي کولو کي برکت دی . ۲۴-  صدقة ا� �فطر (سرسایه) ورکول ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : زكاة الفطر طهرة للصائم من اللغو الرفث ، وطعمة للمساكين ، من أداها قبل الصلاة فهي زكاة مقبو� �ة ، ومن أداها بعد الصلاة فهي صدقة من الصدقات (رواه البخاري)  . سرسایه ورکول د روژه دار د پالتو او خوشیو خبرو صفایې او د مساکینو لپاره یو خوراک دی چاچي د عید الفطر تر لمانځه مخکي ورکړه نو سرسایه یې قبول شوي ده او چاچي له لمانځه څخه وروسته ورکړه نو د نورو خیراتونو په شان یې یو خیرات وکړ .   ۲۵-  د پټ لاس خیراتونه کول ځکه چي � �سول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : صنائع المعروف تقي مصارع السوء ، وصدقة السر تطفئ غضب الرب ، وصلة الرحم تزيد في العمر (رواه الطبراني) احسان كول له بدو ټکو او پېښو څخه انسان ساتي او پټ خیرات د الله تعالی غضب وژنې او قرابت پالنه ژوند اوږدوي. په بل حدیث شریف کي رسول الله صلی الله ع� �یه وسلم فرمایې : الصدقة تطفئ الخطيئة كما يطفئ الماء النار(رواه الترمذي) خیرات کول داسي ګناهونه وژني لکه اوبه چي اور وژني . ۲۶-  هرچاته سلام اچول او ډوډۍ ورکول ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : يا أيها الناس ، أفشوا السلام ، وأطعموا الطعام ، وصلوا الأرحام ، وصلوا بالليل والناس نيام ، تدخلوا الجنة بسلام (رواه الت� �مذي) اې خلګو یوبل ته سلام اچوۍ او ډوډۍ ورکوۍ او قرابتونه پالۍ او چي خلګ وېده وي تاسي لم ونځونه کوۍ جنت ته به روغ رمټ ننوزۍ . ۲۷-  د والدینو اطاعت او له هغوی سره احسان کول ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : رغم أنفه ، رغم أنفه ، ثم رغم أنفه ، قيل من يارسول الله ؟ قال : من أدرك والديه عند ا� �كبر أحدهما أو كليهما ، ثم لم يدخل الجنة (رواه البخاري) د هغه چا پوزه د په خاورو سپېره � �ي بیا د یې پوزه په خاورو سپېره شي او بیا دیې پوزه په خاورو سپېره شي چا چي له والدینو ځخه یو او یا دواړه د بو� �اتوب او ضعف په حالت کي وموندل او د هغوی د احسان او اطاعت په وجه جنت ته داخل نه شو. ۲۸-    ښځي ته په کار ده چي د خپل نارینه اطاعت وکړي ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :  إذا صلت المرأة خمسها ، وصامت شهرها ، وحصنت فرجها ، وأطاعت بعلها – اي زوجها – دخلت من أي أبواب الجنة شاءت  (رواه ابن حبان) که ښځه خپل پنځه وخته لمونځ وکړي ، او د رمضان د میاشتي روژې ونیسي ، او پاک لمني واوسي ، او د خپل نارینه خبري ومني ، نو د جنت په کومه دروازه چي یې خوښه وي جنت ته د ننوزي . ۲۹-  په خپل اولاد او عیال باندي خرچ کول ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ف� �مایې : إذا أنفق المسلم نفقة على أهله وهو يحتسبها كانت له صدقة » رواه البخاري ومسلم کله چي یو مسلمان په خپل عیال باندي خرچه کوي او د الله تعالی رضا یې په کي م� �صود وي دا د هغه لپاره د خیرات دی . ۳۰-  د مسکین او کونډي خیال ساتل ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وس� �م فرمایې : الساعي على الأرملة والم سكين كالمجاهد في سبيل الله وأحسبه قال :كالقائم لا يفتر ، وكالصائم لا يفطر  (رواه البخاري) . هغه څوک چي د کونډي او مسکین په خدمت کي وي لکه د الله تعالی په لار کي د مجاهد دومره اجر یې دی راوي وایې فکرکوم دا یې هم وویل : او د هغه چا اجر یې دی چي تل په لمانځه ولاړ وي او سستي نه محسوس کوي او لکه د هغه چا چي همېشه روژه ولري او نه یې ماتوي . ۳۱-  د م سلمانانو وروڼو اړتیاوي پوره کول ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : ل� �ن يمشي أحدكم مع أخيه في قضاء حاجة - وأشار بأصبعه - أفضل من أن يعتكف في مسجدي هذا شهرين (رواه الحاكم) په تاسو کي هغه څوک چي د یو مسلمان د ضرورت د رفع کولو � �پاره له هغه سره روان شي تر هغه چا غوره دی چي زما په مسجد کي دوه میاشتي پرله پسې اعتکاف وکړي ، او په دوو ګوتو یې اشاره وکړه . ۳۲-  په یتېم باندي شفقت کول ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : شكا رجل إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم قسوة قلبه ، فقال : امسح رأس اليتم ، وأطعم المسكين (رواه أحمد) یوه سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د خپل زړه د سختي � �کایت وکړ ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ور ته وفرمایل : مسکینانو ته ډوډۍ ورکوه او د یتېمانو په سر لاس تېروه . ۳۴-   د وروڼو ملاقات کول ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : الرجل يزور أخاه في ناحية المصر لا يزوره إلا لله في الجنة (رواه الطبراني) یو څوک چي د ښار په یوه ناحیه کي د خپل مسلمان ورور ملاقات ته صرف د الله تعالی د رضا د حاصلولو لپاره  ورشي هغه په  جنت کي دی . ۳۵-   د ناروغانو پوښتنه کول ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : من عاد مريضاً لم يزل في خرفة ا� �جنة ، قيل : يارسول الله وما خرفة الجنة ؟ قال : جناها (رواه مسلم) څوک چي د یوه ناروغ پوښتني ته ورشي ترڅو چي ه� �ته وي د جنت په خرفة کي ده پوښتنه وشوه چي یارسول الله خرفة څه ده ؟  رسول الله صلی ا� �له علیه وسلم وفرمایل : چڼلي مېوه ده . ۳۶-   په روژه کي مزدور او کورني چپړاسي ته د کار کمول  ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرم ایې: من خفف عن مملوكه فيه غفر الله له ، وأعتقه من النار (رواه ابن خزيمة مطولاً) چاچي په خپل زېردست تخفیف جوړ کړ الله تعالی به بښنه ورته وکړي او د جهنم له اور څخه به یې آزاد کړي. ۳۷-  د مسلمانانو په مېنځ کي روغه جوړه کول ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : ألا أخبركم بأفضل من درجة الصيام والصلاة والصدقة ؟ قالوا : بلى يارسول الله : قال : إصلاح � �ات البين  (راواه أبو داود والترمذي) أيا تاسو ته هغه نېک عمل در وښیم چي د هغه درجه  د(نفلي) لمانځه ،  روژې او خیرات کولو تر درجې غوره دی؟ صحابه وو عرض وکړ هو یا رسول الله ؛  رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : ددوو په مېنځ کي روغه کول . ۳۸-  ښه اخلاق خپلول ځکه چي رسول الله صلی ا� �له علیه وسلم فرمایې : سئل رسول الله صلى الله عليه وسلم عن أكثر ما يدخل الناس ا� �جنة ؟ فقال : تقوى الله وحسن الخلق (� �واه الترمذي) له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه چي زیات تره هغه نېک عمل چي خلګ به جنت ته دننه باسي هغه څه شی دی ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : د الله تعالی وېره او ښه اخلاق . ۳۹-   د الله تعالی له حرامو ګرزول شویو شیانو څخه خپلي سترګي بندول ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي الله تعالی فرمایې : النظرة سهم مسموم من سهام إبليس ، من تركها من مخافتي أبدلته إيماناً يجد حلاوته في قلبه (رواه الطبراني) حرام کتل د شیطان له غشو څخه یو زهرجن غشی دی چاچي زما له وېري پرېښود په بدله کي به یې داسي اېمان ورکړم چي په زړه کي به یې خوند مومي . ۴۰-  په رسول الله صلی الله علیه وسلم زیات درود ویل ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : من صلى علي صلاة صلى الله عليه بها عشراً (رواه مسلم) چاچي په ما یو ځل درود وویلو الله په هغه لس ځله رحمت � �ېږي .   دا ځیني هغه نقاط وو چي په هر وخت کي یې خیال ساتل � �ازمي دی خود روژه دار لپاره یې د روژې په مبارکه میاشت کي زیات خیال ساتل په دې وجه ضروري ده چي دا د اجرونو او ثوابونو میاشت ده څه معلومه ده ژوند نور پاته وي او که مو دا دژوند وروستۍ شېبې وي ، د روژې د مبارکي میاشتي په هکله مواد ډېر زیات دي خو زمونږ ددې لیکني مقصد یواځي د لوستونکیو پام ددې مبارکي میاشتي لور ته اړول  وو، په همدغه میاشت کي د هرنېک عمل اجر لس ګونه دی رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایې : الحسنة بعشر أمثالها : په همدغه میاشت کي د هرنېک عمل اجر لس ګونه دی . هغه عملونه چي د روژې اجر کموي هغه غیبت ، نمیمت ، بهتان ویل ، مسلمان ته ضرر رسول ، حسد ، دروغ ویل ، د مسلمان سپکه غوښتل ، او همداسي نور  هغه کارونه چي په � �رېعت کي حرام دي د روژې معنوي مفطرات ګڼل کېږي . ",د روژې مبارکه میاشت (۲) 5278," محمدابراهيم (سپېڅلى)","  محمدابراهيم (سپېڅلى) دروان کال داکټوب� �دمياشتي پردرېيمه نيټه مي دبي،بي سي راډيودپښتوڅانګي په ماښامنۍخپرونه کي واوريدل چي دهلمندولايت دموسى ک� �اولسوالۍ ځايي خلګواوقومي مشرانودنړيوالواودولتي ځواکونو سره دصلحي يوتړون لاسليک کړي، چي ددې تړون له مخي به طالبان اوبهرني ځواکونه په دې ولسوالۍکي يوپربل باندي بريدونه نه  کوي اودواړي غاړي به ودغه تړون ته په سيمه کي دامنيت په موخه  په بشپړه توګه دروناوى لري. که وکتل سي دغسي تړونونه به ډيرښه وي ځکه په اکثرو بريدونوکي چي له هره اړخه ترسره کيږي ډيرزيان اوغم يې دعام ولس کورته ورځي اوپه دغسي جبهيي جنګونوکي ډيرکم بهرنيان ياله هغوى سره جنګيدونکي څوک خوږيږي ځکه هرڅوک چي جنګ کوي اوياددښمن پرلورروان وي هغوى دځان ساتني � �پاره ډيرچمتووالى نيولى وي خو زموږ عام  ولس چي له هيچاسره نه دښمني لري اونه هم له کوم چاسره د جنګ کو� �وتوان لري بېله کوم څه دلوى زيان سره مخامخ کيږي . دا چي داتړون څونده په سيمه کي دخلګودخوښـي وړدى اوه� �ته عام ولس څه وايي ؟؟ دموسى کلا ولسوالۍيوتن اوسېدونکي رحمت ګل چي له ډيره وخته په هغه سيمه کي دوکان کوي � �اته و ويل : (( ياره وروه! داخوډيرښه کار وسوچي دغه تړون ترسره سوځکه ترمخه به موله وهمه لکه غله خپل دوکانونه نه سواى خلاصولاى اوداويره به راسره وه چي هسي نه بياڅوک بريدونه کړي اوطيارې موديوه ټوپک دټک په بدل کي کو� �ونه راخرابه نه کړي خواوس الحمدالله شکردى ددې تړون سره سم په ټوله ولسوالۍکي خلګ خپلو کارونوته په خلاصه پښه ځي اوپه آرام زړه په کورکي خوب کو ي خوکه دولت يوکارلاوکړي چي دغه د غلومخه ونيسي نوبه کارونه که خداى کول تردغه هم سم سي .))  همدارنګه ددې سيمي يوبل تن حاجي احمدالله چي کابودپنځه څلوېښتوکالوښکاريدى په دې اړه � �اته وويل (( تاسو وګورئ! په پاکستان کي حکومت دخپلومخالفينوسره يوجوړجاړي ته رسيږي زموږحکومت هم بايد دخپلو مخالفينوسره دهيوادپه هرګوټ کي همداډول تړونونه وکړي په ځانګړي ډول دهيوادپه سهيل لويديځواوسهيل ختيځوسيم وکي ځکه په دې سيموکي هرانقلاب په يوه اوبل نامه ډيري ورانۍ اوخرابۍ ترسره کړي دي چي بايد نور نوکلکه پاملرنه ورته وسي اوپرېنښودل سي چي په دې پرمختللي وختونوکي لاهم موږ افغانان ديواوبل په ضددهيوادددښمنانوله خواوکارول سوو اوددولت مخالفين هم بايدنورددې ځپلي ولس پرځپلتياباندي ورحميږي او د پرديوپردۍ خبري وانه وري .))  دڅيړني له مخي که روانو سيميزوحالاتوته وکتل سي بايدله ټولوګاونډيوهيوادونوسره افغانستان ښې اړيکي ولري که چيري هغوى په زړه کي يوڅه لري بايددخبرودلاري موضوعات سره حل سي اوحالات داسي ځاى ته رانه وستل سي چي هغوى زموږاوموږدهغوى لپاره په زړه کي دغچ اوريواوبل ته بل کړو ځکه افغانستان لاتراوسه دتيرواوروان جنګونود� �اسه هغه ځاى ته نه دى رسيدلى چي دچاسره په جنګ اوجګړوموضوعات حل کړي ، ګاونډيانوته هم په کارده چي دافغانستان له مظلوميت څخه ناوړه گټه پورته نه کړي اوټولوسياسي اونړيوالواړيکوته په پام سره له خپل جګړه ځپلي ګاونډي س� �ه مرسته وکړي اوکه يې مرسته په توان نه وي نوپه کورنيوچاروکي دي ورته لاسونه نه وهي چي دابيانه يوازي ښه کا� �نه دى  بلکي دافغانانوپه خټه کي دانه ده اخښلې چي دلستوڼي مارانوته ترقيامته حوصله وکړي ځکه داقوم خوهم دهغه احمدشاه بابا اوميرويس خان نيکه اولاده ده چي دحکومت واګي يې ترډيرليري پوري غزيدلي اوله هيڅ ډول ق� �بانيوڅخه يې دخپل دين اوهيواددساتني په لارکي سپمانه ده کړي اونه به يې هم وکړي . ",وصلح خير == محمدابراهيم (سپېڅلى) 5279,," په کندهارکي دخپرېدونکي پينځلس ورځنۍ جريدې (هڅه ) پنځمه ګڼه په ښکلې رنګينه بڼه دڅوارلسو ښوونيزو ، روزنيزو اومعلوماتي مضامينوپه درلودولوسره دمحمدابراهيم (سپېڅلي) په م سؤل مديريت له چاپه راووته .( هڅه ) يوه خپلواکه جريده چي دوې مياشتي مخکي په کندهارکي دښووني ،� �وزني اوکلتوري چارودلاغوړيداپه هيله راپيل سوې اوددې تر څنګ ځيني معلوماتي اوتفريحي مضامين هم خپروي ", (هڅه ) پنځمه ګڼه په ښکلې رنګينه بڼه چاپ شوه 5280,ډاکټر احمد احسان (زمانې),"    لا یـــې مــــاتـــم پـــوری بــیــا نــه دې رسـ� �یــدلـــې خـــلـــک ددغـــه ښـــار پـــه نــصیــب تــل دې ځـوریـــدلـــې خـــلــ� �ک   څـــــوک یـــې رنــګونــه،مــاښـامـونـه پـه اغـیـارو پـلــورې څـــوک یـې پـه دار ځــړوې هــر رنــګــه ښـــاغـــلې خـــلــــک   په لـــــــویـــــه لاره یـــــې ژونـــدون ک� �لـــه پـــــړاو ونــــــه کـــــړ ډیـــــر ســــتــــړې شــوې د عـمــرونـــو ګـــرځــیدلې خــــ� �ــــک   بـــلــــی ډیـــوی یــــې هــــر مــاښـــــام د راتــــــــلو لار څـــــا� �ې بــــیـــا بــه را نـــه شــې لــه دی ځــایــه پــاڅــیــدلــې خـــلـــک   نــن خــو دی وار دی ګــوره دومـــره پـه ځـان ویـاړ مـــه کوه! دغـــه خــــړ مــــخــــې دې مــــدام مــــنــ� �ـلې شــــــوې خـــلــــک   ګـــریــــوان بــــه څــــیـــرې دمــغــل کــړې د وطــن پــه ښ� �اوره دا هــاغــه خــلــک دې،هـــم هـــغـه ســــر ښـیـنـدلـې خـــلـــک   د تــــوری خ� �ــرپ یـــې دی پـــه کار کـــه چــیـری بیا پیدا شې د احــمــدشـاه(۱) او د امـان (۲) پــه څــیــر وتــ� �ــې خــــلـــک     (۱) لوی احمد شاه بابا (۲) غازې امان الله خان    ", دغه خلک 5281,محمدولي مينه ناك,"  پښتونووايه په څـه باندې جـنون يمه وامې خله په غيږ كې چې سكون يمه  ته مې د ترهګـرپه نـوم رټې ولې زه ددې هـيواد اصـلي مفتون يمه  اوس مې ګريوان شكوې سبا راځ� � بيـا به دې بـادار شمـه بدلون يمه  ِِصبر حوصله مې فطرتي خوى دي زه د هـرظالـم زور ته قـانون يمه  زه دې په پښتو قربانومـه ځان ښكلې پښتنې زه دې مـجنـون يمه  نوربه پښتو ليكل لوستل كووم ځكه چې اتـل د هـر ازمـون يمه  بيا به غلامانو ته واك ور نه كړم زه د احـمـد شـاه بابا پاڅون يمه نور به سـتا ژبـه نه ګـړيږمه ځـكه مينه ناك يمـه پښتـون يمه   محمدولي مينه ناك توتاخي� �  ", پښتون 5282,کانديداکاډميسن ظاهر افق," دبینوا ویبپا ڼه باید داستادبینوادشخصیت دیو لړ عالی خصوصیتونو په رڼا کی خپل نور موثر اومضبوط ګامونه پورته کړی ځکه چی دغه ویبپاڼه دبینوا غوندی شخصیت په نامه راغلی نوهر ډول نشراتی پروګرام ئې بایددبینوا دوطن پال .....    د( بینوا ویبپا ڼی) ښاغلوچلونکوخالدها دی اوعبدا لله احسان ! ستا سوښکلی او صمیمانه پیغام چی د ( بینوا ویبپاڼی ) ددوهمی کلیزی د لمانځلوپه مناسبت مو زما ګډون غوښتی و ،راورسید ٠ دادی په ډیری مننی سره په نو موړی لمانځنه کی برخه اخلم ، دویبپاڼی ټولو چلونکو اومسئو لینوته دهغوی دزیا راوصداقت ،مینی اومیړ انی ،همداسی د ښکلامجلی غړیوته دښا غلی محمد یا رپه مدیر یت ،دهغوی دپر مختګ په خاطر دزړه له کومی مبارکی وایم ٠ مخکی له دې چی دویبپاڼی پر ځینومو ضوعا تو یو دوستانه نظر وړاندی کړم هیله من یم چی دبینوا ویبپا ڼه باید داستادبینوادشخصیت دیو لړ عالی خصوصیتونو په رڼا کی خپل نور موثر اومضبوط ګامونه پورته کړی ځکه چی دغه ویبپاڼه دبینوا غوندی شخصیت په نامه راغلی نوهر ډول نشراتی پروګ� �ام ئې بایددبینوا دوطن پال ، علمی ،ادبی ، او نورو ارز شتمنو خصوصیا تو په ځلا کی وځلیږی ٠ مرحوم عبدالروف بینوا نه یوازی دګران هیواد افغانستان یو تکړ ه شاعر او غښتلی لیکوال ؤ بلکه دخپل تاریخی دوران دسیاسی ډګر انقلا بی او فعال شخصیت هم ګڼل کیږی بینوا چی دویښ ځلمیانو دوطن پال ملی غور ځنګ د مؤسیسنو او مشرانو څخه دی دژوند په اوږدوکی ئې دخپلو عالی او وطنی ارمانونو دتحقق په خاطر په مختلیفو شکلونوکی دقلم په ژبه دسیاست او دیپلو ماسیۍ په هنرونو اوفنونو کی مبارزی کړی او خپلی ملی او انسانی تجر بی ئې خپلو وروستیو نسلونوته په میراث پری ایښی دې . استاد بینوا دیوه پراخ نظر څښتن په حیث دهیواد دمختلفو ملیتونو ،قومونو، اوګروپونو تر منځ وحدت او یووالی غوښتی ٠ داستعمار پر ضد ئې همدغه یووالی عمده ترینه وسیله بللی او همداسی ئې دنړیوال وحشتونو او ظ� �مونو په مقابل کی خپل ملی بیر غ جګ او رپا نده ساتلی دی ٠ بینوا دپښتو ژبی درنسانس دیوه غښتلی موسس په حیث دع� �امه عبدالحی حبیبی ، اکا دمیسن عبدالشکور رشاد ، استادګل پا چا ه الفت ، استا دصدیق الله ریښتین ، استاد قیا م الدین خادم او دا سی نورو پوهانو سره څنګ پر څنګ د نو موړی رنسانس دبری او پر مختګ په خاطر په همت او میړانه مضبوط ګا مونه پورته کړی او خپل انسانی او وطنی وظییفه ئې په پوره صدا قت سره اجرا کړی ده ٠ بینوا دخپلی لیکوا� �ۍ یو داسی سبک لری چی دلیکونو او شعرونو په ښکلا او شیرینۍ کی ئې دیوی خوا، دسو ز او ګداز په عالی خصوصیت کی ئې دبلی خوا، نه یوازی خپل ولس راویښا وه بلکه لار ښوونی ئې هم ورته درلودې . پر ټولو سر بیره ددې ستر لیکوال د� �یکوالۍ یو بل عمده او مهم خصوصیت دده دادبی سبک ، په فلسفی لحا ظ ، ریالیزم دی چی ډیر اثارئې دانتقادی ریالیزم په ګېڼی داسی ښایسته سوی دې چی نن ورځ ئې باید ټول شاګردان اوپیروان خصوصئا د(بینوا ویب پاڼی) محترم چلونکی او � �یکوالان په ميړانه او صداقت سره تعقیب او استفاده ځینی وکی اوس موږ وینو چی هیواد دبیګانه ؤ تر اشغال لاندی اودسختو وحشتونو سره لاس په ګر یوان دی . لازمه ده چی هیواد پال لیکوالان او شاعران په خپلو رنګارنګ ادبی سبکونوکی داسی ریالستی او واقعی لیکنی اوشاعرۍ وړاندی کړی چی دټولنی استعماری ضد روحیه او شعور نور هم بیدا� �ه او دبی لزومه غولوونکی سمبولیزم مخه ونیسی او ولس ته دورځی واقیتونه په پوره صراحت سره روښانه کړی . لن� �ه دا چی ،دا ستادبینوا دشخصیت دنوموړوادبی او وطنی خصوصیتونوڅخه په خا صه توګه ، د(بینوا ویبپاڼه )اولیکوا� �ان ئې باید داسی استفاده وکړی چی دنورومینه والوله پاره پوره سر مشق وی ٠ دمثال په توګه ،دبینوا استعما ری ضد او ظلمونو ضد روحیه باید هیره نه کړو او لوستونکی باید نور هم با وری شی چی بینوا ویبپاڼه یوه ادبی اود تجاوز ضد ،ملی ویبپاڼه ده ٠ په دې منا سبت استاد بینوا په خپل یوه شعری ادبی شاهکا رکی د لویدیز تېری او تجاوز دختیځ او آسیا په خوا داسی توضیح کوی ٠  دا یشیا مستقل غرونو  ولی نه سر ه ګډیږیئ  استقلال مو محوه کیږی  ددښمن په لاس ورانیږیئ  لادمخه تر زوا ل خپل  له بد خوا سره جنګیږیئ  په هوا ستاسی ژوندی یو  چی سر سبز ه مو درې دی دفلک خونخواری سترګی  بیا دشرق وخواته سرې دی  ولی نه ایشئ له خروښه  دمشرق � �ویوسندونو  یادزړه دتاوه وچ سئ  بیا مشرق پاک کئ له غمونو  یا دسر وینو ډک راشئ  دښمن غرق کئ په مو جونو  لږ همت درته پکار دی  هر طرف ډکی شېلې دی  دفلک خونخواری سترګی  نن دشرق وخوا ته سرې دی   اوس چی مو داستاد دشخصیت او ادبی سبک یو څو محدودټکی وړاندی کړل ،لا زمه ده چی د(بینوا ویبپا ڼی ) دښا غلیوچلونکو خالد هادی ،عبدالله احسان او نوروهمکا رانودفر هنګی بر یا لیتو بو نو په سبب چی ددوی دزحمتکښۍ ، وطنپا لنی او علمیت پر بنا یې په نصیب شوی دی ، بیا هم مبار کی ووایم او همدلته دموقع څخه په استفادې سر ه ، دنو� �و ښېګڼو دتا مین په خا طر ، دغه لاندی لازمی یا دوني هم وړاندی کړ م : دښاغلیولیکوالانو او شاعرانوڅخه هیله کیږی چی خپلی لیکنی او تبا رزات په غور او دقت تدوین اوبيائې ویبپا ڼو ته ولیږ ی ٠ که څه هم عموماً ، کله کله ، داسی ویل کیږ ی چی ویبپا ڼو ته هر څوک هر څه ورکوی ،چندا نی ئې په ښو او بدو ، غلطو او سمو پسی څوک نه ګر زی ٠ چی البته ،ښه کار نه دی ٠ څه موده مخکی می د ( حماس دغور ځنګ ) دبر یا لیو انتخاباتو په اړوند یوه وړه مقاله د( ٢٨ اسد ) په معتبره ویبپاڼی کی چاپ شوه ــ چی ځینو دوستانو ټول افغان مشهوری ویبپاڼی ته هم ور واړوله البته د مینه وا لو پوره استقبال ور سر ه ؤ ــ ورځ دوی وروسته دوو تنو یا یوه تن په پښتو او فارسي ، په چرند امیزه توګه د وا� �یعتونو څخه لری دوه درې پرا ګرافه ، البته په ټوکو سره په ټول افغان ویبپا ڼی کی خپاره کړل . نو ما هم ( په مفصله او اصولی توګه داسی منا سب جواب ور کړ چی البته مو چڼی يي پر پښو ور اصلی شوې ) تر همدغه جواب وروسته په اروپا کی ځینو دوستانو تلیفون وکړ چی دا سی جدی او کلکو مقالوته چندانی ضرور ت نسته ځکه په ویبپا ڼوکی هر څوک هر څه خپروی اوخپل ساعتونه په تیروی نو ته به ئې هريوه ته جوا ب ورکوی؟٠  ماپه جواب کی ورته وویل : څوک چی دیوه واړه غرض الوده چرند که څه هم ټوکی وی جواب ونه وائې بیا به نو د ستر و او مهمو مو ضوعاتوجواب څوک څنګه ورکړای شې ؟  په هر صورت ، ددی خبری یاد می ځکه وکړ چی حتی دیو لړ تحصیل کړو اشخاصولا هم نظر دادی چی په ویبپاڼوکی دي هر څوک هر څه خپروی ٠ البته ، دنوموړومنورینو قضاوت هم پوره پر ځای دی چی یو لړ بیکاره خلک دخپلو ساتیریو په خاطر داسی بې مسئولیته لیکنی کوی ،چی هیڅ ډول علمی اوادبی ارزښت نه لری ٠ اما ، بر عکس ، دټولوهغولیکوالانو ، شاعرانو اواخبار چلونکو له پاره چی د مسئولیت سره يي ولیکی ــ که لازمی غور اوتوجه ئې په لیکنوکی نه وی ، بیا نو لوستونکی با ورنه پر کوی اومخ ځینی اړوی ٠ دپورتنۍ لنډی توضیح پر بنسټ به لاندی یوه مثال ته اشاره وکړ م ٠  دبینوا ویبپاڼی دوهمی کلیزی دلمانځلوپه منا سبت ښاغلی احمدشا ه هوتکی دکا ناډاڅخه په خپل نوبت دوهمه ک� �یزه په محدودو پراګرافونو کی داسی لمانځلې ده چی خپله لیکنه ئې ښائې دوهم وار یا نه وی لوستې او یا هم ښائې چي هم دغه ئې سرحد بندر وی ٠ ١ــ ښاغلی هوتکی دخپل لمانځلو په وخت کی دژونالیزم مشهور ه اومعنا لرونکی مقوله داسی استعمالوی لکه په پوهنځی کی ئې کوم چاحتی مفهوم لانه وی ورته توضیح کړی ٠ ( کفر از کعبه خیزد ، کجا ماندمسلمانی )٠ دی داسی وائې ٠٠٠ دغی ویبپاڼی ( بینواویبپاڼی ) افغانی ژور نالیزم ته په عام ډول اوپښتو ژورنالیزم ته خاص � �ول ښه خدمتونه کړی دی اوپه دې برخه کی ئې لویه ونډه اخستی ده ٠٠٠  په لوړ متن کی لوستونکی نه پوهیږی چی( ژو� �نالیزم )یعنی څه ؟ په عام ډول( افغانی ژورنالیزم)او په خاص ډول (پښتو ژورنا لیزم) څه معنی لری ؟ وروسته به په � �نډه توګه په ژورنالیزم بحث وکړو خواوس خبره دا ده چه (پښتو )د(افغانی )څخه څنګه او ولی جلاکیږی ؟ ایا پښتو په افغانی فرهنګ اړه نه لری او که افغانی فرهنګ دپښتو څخه یوه لیری پدیده ده ؟ دلته افغانی یعنی څه ؟ یعنی غیر پښتو ژبه ؟ کومه ژبه اویا افغانی کومه ژبه ؟ که افغانی فرهنګ مقصد وی نو پښتو په هر لحاظ دافغانی فرهنګ په مرکز کی مو� �یعت لری ٠ دژورنالیزم څخه چی دلیکونکی هر مقصد وی خو په( پښتو) او( افغانی )ځکه نه شې جلاکیداي چه نوموړی دوې ک� �می یو په بل کی متداخلی دی ٠ دلته داسی ښکاری لکه افغا نی ژورنالیزم او پښتو ژورنالیزم چی ( المعنی فی البطن � �اعر) وی په داسی حال کی چی ژورنالیزم شعر نه دی چی معنی ئې یوازی دشاعر په جیب کی وی اوهر څوک ئې په خپلو مشخصو ذوقونو سره تعبیر او تفسیر کړی ٠ بر عکس ، ژورنا لیزم نه یوازی ټاکلی علمی حدود منعکسوی بلکه دمختلفو علومو څ خه ئې په استفادې سره دیوه ټاکلی تخصص په څیر جوړښت موندلی دی ٠ ژورنالیزم دخبرونو ، تبصرو او....هغه مجموعه ده چه په راډیو ګانو ورځپاړو، مجلو ،کتابونو،ټي وي او داسی نورو عمومی میدیاووکی حتی په تصویرونو اورسمونو کی خپریږی او شکل مومی ٠  ژورنالیزم دخپلو لرغونواثارو له مخی ډیر اوږد تاریخ لری ٠ لومړنۍ ژورنالیستی خپ� �ونه په لرغونی روم کی په کال ٥٩ تر میلاد مخکی داسی خپریدله چی ورځنی سیاسی پیښې ئې منعکسولې اود مهمو موسسو پر دیوالونو به ځړیدلې ٠ همداسی په لر غونی چین کی د( پاوو) په نامه یوې خپرونی فعالیت کاوه چی دولتی خبرونه به ئې خپرول ٠ دنن ورځی معاصر ژورنالیزم چی پر مختلیفو څانګو ویشل کیږی ، هغه اکا دمیکی لیکنی هم په بر کی نیسی چی ح تی دتجارت دنوی تنظیم او ډول، ډول ورځینوخبرونو دپرمختګ په خاطر وړاندی کیږی ٠ لنډه داچی ژورنالیزم دیوه داسی علمی تخصص او پراتیک څخه عبارت دی چی دیو لړ پوهنو لکه :اقتصاد ، ټولنپوهنه ، فرهنګ ، ځینی طبعی پوهنو څخه په استفادی سره خبرونه تبصری او مدیریتونه او داسی نوری وظیفی په راډیګانو ، اخبارونو، مجلو، ورځپاړو، کتابونو، او نور ډول ډول برقی تارونو اوالکترونیکی اونورو مختلیفو انر ژیو په موجونو اووسایلوکی خپروی ٠ اوس نو دا پښتو او افغانی ژورنالیزم؟ یعنی څه ؟  ٢ــ ښاغلی هوتکی بل ځای په انحصا ری توګه د( بینواویبپاڼی)ښاغلیومسئولینوته داسی فرمائې : چی دنوروسایتونومطالب او مواد را نقل نه شی بهتره به وی ځکه م ینه وال دیغوی اود(بینواویب سایټ) دنوښت او یا لو مړې توب درجه متاثره کوی ٠٠٠ که چیری په غور سره نوموړی دوه دلیلونه وګورو، څرګنده به شی چی حقیقت داسی نه دی ٠ که چيري( بینواویبپاڼه) دهري بلي ویبپاڼی څخه علمی ، ابتکاری ، نوی او ارزښتمند مفهومونه اومقالی ،که ئې ځینی دشعر په ژبه هم وی ، خپلی ویبپاڼی ته ور واړوی ، نوبه په یقین چی نه به ئې مینه وال دیغ سئ اونه به ئې دنوښت درجه متاثر شی بلکه ، بر عکس به لوستونکو ته یو لړ نوی ع� �می او ابتکاری مو ضوعات چی په (بینواویبپاڼی )کی مخکی نه وي خپاره سوی ور وړاندی او علمی استفاده به ځینی وکړی ٠ اوحتی ښائې ډیر نوی لوستونکی دنوموړی ابتکاری نویو متنونو سره پوره مینه پیدا اوتعقیب ئې کړی ٠ دلته مقصد دادی چی دعلمی اونویو موضوعاتوپیدا کول اوحتی دنورو بیګانه ژبو څخه نوی ارزښتمنی ترجمی کول یو داسی اشد ض� �ورت دی چی دویبپاڼی شهرت او اهمیت نور هم ورزیاتوی، نو ګواکی لازمه ده چی د بی ځایه انحصار مخه ونیوله شی او همدغه (بینوا ویبپاڼه) دنورو وطنوالو ویبپاڼو په شمول تل هڅه باید وکړی چی تازه ترین علمی ، ادبی ،فرهنګی ،او فلسفی موضوعات او معلوماتونه دمختلیفو لارو دویبپاڼوپه شمول پیدا کړی څو دویبپاڼو ټول مینه وال هر اړخیزه استفاده ځینی وکړی ٠  ددې له پاره چی موضوع نوره هم مستدله او روښانه شوی وې ،اشاره باید وکړو چی هره ویبپاڼه ددې استعداد لرلای شی چی تر یوه پروګرام لاندی دیوه پوهنځی ،پوهنتون حتی اکادمۍ په څیر کار او خدمت وکړی ٠ دنړۍ ستری ویبپاڼی اوس هم دنوموړوعلمی مؤ سئسئوپه حیث اومثابه هغوی ته ستری وظیفی اجرا کوی ، په مختلفوعلومو، فنونواوفلسفو کی بیل بیل مو ضو عات خپروی او مینه وال استفاده ځنی کوی ،ځکه بریالۍ ویبپاڼی هغه نه دی چی په یو څو محدود شعرونو ، خبرونواو ځینی محلی موضوعاتو کی محصور پاته سي ، بلکه بر عکس بریالۍ او پرمختلونکی ویبپاڼی، هغه ویبپاڼی دی چی هر څه په پرا خ نظر ۍ ،منطقواو اصولو سره خپاره کړی ٠ په دغه وخت کی به نه یوازی ټاکلی م� �اهده کوونکی او مینه وال استفاده ځینی وکړی بلکه، بیله شکه به ،دنوروویبپاڼو مینه وال او حتی ازاد علا قه م ندان به لا هم ګټی ځینی پورته کړی ٠ دا به یوه علمی خطاوی چی که په علمی او فرهنګی موضوعاتو سمبا له یوه ویبپاڼه نه په خپل ورځنی ، فرهنګی فعا لیتونوکی دنوروویبپاڼو څخه معقوله ګټه وانه خلی بلکه بر عکس ورته لازمه ده چی ددستۍ اوسالم رقابت په فضا کی دیوې خوا مهم او حیاتې علمې موضوعات خپار ه او دبلی خوا نوی مینه وال پیدا کړې ٠ ددې خبری یاد هم په کار دی ، هره افغانی ویبپاڼه چی په هر نا مه او هره ژبه سره وی ورته لازمه ده چی دخپ� �و هر ډول مهموموضوعاتواوفرهنګی پراتیک پر څنګ دخپل ګران هیواد افغانستان خواروزاراوبیچاره اولس هیر نه کړ ی اوپه هره لحظه کی باید دتجاوز ګر وامپریالستی دښمنانو پرضد،په ٠ مختلفوسبکونواوشکلونودخپلومظلومواو� �سونوددفاع اوازادۍ په خاطربې تفاوته پاته نه شی ٠ په پای کی ،(بینواویبپاڼه) ،په خاصه توګه،بایدداستادبینوادپر اخ نظر یوپر اساس ،نور هم ،داسی اثار اوواقیعتونه خپاره کړی چی داولس اوملت ګټی ئې په نظر کی نیولی شوی وی ٠ که نه،بیله شکه به داستادبینواروح په قبر کی نا ارامه وی٠په همدی توګه دبینواویبپاڼی ښاغلیو کار کونکواومسئو لینوته ددوی دبریالیتوبونوپه خاطر تبریک وایم اودنوروستروبریا� �یتوبونوئې پوره هیله من یم ٠همداسی ( بینواویبپاڼه ) بایددتل په شان دعلمی اوښکلیومقالواوشعرونودپیداکولو اونوروعلمی ٠فرهنګی ویبپاڼو څخه دخپل مرام دپر مختګ پخاطر خپلومینه والوته نوی اوعلمی موادتهیه کړای سې ٠دژورنالیزم په باب ،بیا بایدتاکیدوشې چی په عام ډول افغانی ژورنالیزم اوپه خاص ډول پښتو ژورنالیزم هغه م فهوم نه ورکو کوم چی دښاغلی هوتکی په ذهن کی ئې خطور کړی دی   ",د( بینوا ویبپا ڼی) ښاغلوچلونکو 5283,," د هالنډ د دفاع وزارت ويلي چې پرون يې د ا� �زګان مرکز ترينکوټ ته نيژدې په يوه نښته کې ٢٠ تنه طالب وسله وال وژلي دي. د هالنډ د دفاع وزارت د يوه وياند په وينا جګړه هغه مهال پيل شوه چې د يو ماين د چاودنې له امله ٢ تنه افغان عسکر ووژل شول. ده وويل ماين د افغان، ام� �يکا او هالنډ عسکر و ګډې ګزمې ته په لار کې ايښودل شوى وو. د نوموړي په وينا د نښتې پر مهال ٨ تنه افغان عسکر او ٢ ولسي وګړي ټپيان شوي او د هالنډ او امريکا ځواکونو ته زيان نه دى رسېدلى. هالنډ اوسمهال په افغانستان كي ١٩٠٠پوځيان لري. ",هالنډ : په ارزګان کې ٢٠ طالبان وژل شوي دي 5284,," پوليسو تېره ورځ د کابل ښار د قرغې د ده ع� �بانو په سيمه کې د سړي تښتوونکو يوه څلور کسيزه ډله نيولې ده. د کابل د امنيه قومندانۍ د جنايي جرمونو سره د م بارزې د څانګې مشر علي شاه پکتياوال د پيښي پخلى کوي او وايي هغه ځوان چې تښتوونکو تښتولى وو، خوشي شوى  او خپ� �ې کورنۍ ته يې سپارلۍ د‌ى. تښتول شوى ځوان شفيق الله د تيلو د يوه سوداګر محمد هاشم زوى دى، چې د پيسو د ترلاسو کولو په موخه تښتول شوى وو. همدا شان پوليسو تېره ورځ د کابل ښار د نوې کارتې په سيمه کې د يوې نښتې پر مهال د پوډ� �و يو تن قاچاق وړونکى وژلى او ٢ کيلو ګرامه پوډر يې لاسته راوړي دي. پوليسو ويلي څوتنه نور په تېښته بريالي � �وي دي. د کابل په هوايى ډګر کې پوليسوبيا يو تن افغان په دې تور نيولى دى ، چې غوښتل يې ٣ نيم کيلو ګرامه پوډر هند ته وليږدوي . د هوايى ډګر چارواکي وايى د يوې مياشتې په اوږدو کې ٢٣ تنه بهرني او کورني وګړي په دې تور نيول شوي دي، چې ټول ټال ٤٠ ګيلو ګرامه پوډر يې بهرته ليږدول . ",په كابل كي يوه ډله سړي تښتوونكي نيول شوي دي 5285,," عيني شاهدانو بېنوا ويبپاڼي ته وويل چې نن سهار٨ بجې شاو خوا د خوست په ښار كي  دوې سترې چاودنې شوي دي. سيمه دم ګړى د ځواکونو له خوا د ترافيکو پر مخ تړل � �وې ده. د عيني شاهدانو په وينا لومړنۍبريدپه ايتلافي ځواکونو ترسره شوى او دويمه چاودنه نيم ساعت وروسته د و� �ايت ودانۍ ته نيژدې په مجاهد څلور لاري کې رامنځته شوې ده. د خوست د امنيتي چارو مشر زيارت ګل منګل له بينواس� �ه دواړه چاودنې ځانمرګي بريدونه و بلل چې له امله يې د نوموړي په وينا د ٢ تنو دولتي عسکرو په ګډون ١٩ تنه ولسي وګړي ټپيان شوي دي . د ده په وينا لومړنۍ بريد د ښار په سويل کې د ائيتلافى ځواکونو په کاروان په يو موټر کې رام ينځ ته شوي چې په کې ٢ تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي .دويم بريد د ښار د ننه د ترافيکو په څلور لاره کې د ملي اردو د عسکرو په موټر وشو چې له امله يې د ٢ تنو عسکرو په ګډون ١٥ تنه ولسي وګړي ټپيان شول . ",په خوست ښار کې دوه ځانمرګي بريدونه شوي 5286,," تېره شپه طالب جنګياليو د لوګر ولايت په خ� �وار ولسوالۍ د سپکو او درندو وسلو بريد کړى دى، چې په ترڅ کي يې دواړ لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. طالب وياند� �اکتر حنيف له يوه نامالوم ځاى څخه له بېنوا سره د بريد پخلۍ وکړ او ادعا يې وکړه چې په بريد کې يو دولتي پوليس مړ او ٢ تنه نور ټپيان شوي دي. ده منلې چې ٢ تنه طالبان هم ټپيان شوي دي. په دې اړوند دولت تر اوسه رسمي وينا نه لري . ",د خروار په ولسوالۍ وسله وال بريد شوى دى 5287,," امريکاکې رسمي سرچنيو منلې ، چې يوه کوچنۍ دوه ماشينه الوتکه نن له غرمې وروسته د نيويارک ښار د منهټن په سيمه کې له يو پنځوس پوړيزې ودانۍ سره جنګيدلې ، چې له امله يې دوه تنه مړه اود ودانۍ په يوه برخه کې اور لګيدلۍ دى .دغه پيښي په امريکايانو کې د سپټمبر د ١١ نيټيې ويره خپره کړه او سيمې ته ټولې تللې لارې تړل شوي دي . چارواکي وايي په پيښه کې د ترهګرى بيلګې نه ترسترګو کيږي .په پيښه د الوتکې پيلوټ هم وژل وي دي .ويل کيږي الوتکه د بسبال د لوبې د يو لوبغاړي شخصي الوتکه وه. ",نيويارک کې له يوې ودانۍ سره الوتکه جنګيدلې 5288,," طالب جنګياليو ادعا وکړه چې په خوست کې يې د دوو ځانمرګو بريدونو په ترڅ کې تر ٢٠ تنو ډېر بهرني او افغان عسکر وژلي دي. يو طالب وياند ډاکتر حنيف له نا م الوم ځاى څخه بېنوا ويبپاڼي ته وويل چې دواړه ځانمرګي بريدونه نن سهار د طالبانو له لوري تر سره شوي دي. ده ادعا وکړه په لومړني بريد کې چې د محمد موسى له خوا شوي د ايتلاف دوه ټانګونه او په کې سپاره ١٢ عسکر وژل شوي دي. په دويم بريد کې چې د محمد نسيم له خوا د پوليسو په يو تم ځاى کې وشو ١٣ تنه کورني عسکر وژل شوي دي. خو د خوست د ام نيتي چارو مشر زيارت ګل منګل وايي په بريدونو کې د ٢ تنو افغان عسکرو په ګډون ١٩ تنه ولسي وګړي ټپيان شوي دي. ",په خوست کې تر ٢٠ ډېر افغان او بهرني عسکر وژل شوي 5289,," د نړيوال غذايى پروګرام يو وياند عبادالله عباد بينوا ته وويل ، د ١٥ زرو ټنو په ظرفيت د کابل ښار د قصبې په سيمه کې د توکو د خونديتوب يو لوى زيرمتون، چې ٣ اعشاريه ٥ ميليون ډالر يې په جوړولو لګيدلي دي، نن پرانيستل شو .ده وويل زيرمتون په ٢٢ جريبه ځمکه کې جوړ � �وى،چې په يو وخت کې ١٥٠ لارى موټران په کې دريدلاى شي او د ٣٠٠ زرو ليټرو تيلو ذخيره لري .ده وويل ٦ نور ګدام ونه هم افغانستان کې لرو، چې په کې ټول ټال ٦٠ زره ټنه توکي ځاييږي . د نوموړي په وينا د نوي زيرمتون په جوړيدود هېواد دننه له ٣٠ څخه تر ٤٠ پورې په سلو کې لوژستيکى لگښتونه کم شوي دي . ",د توکو يو لوى زيرمتون کابل کې جوړ شو 5290,," د افغانستان لوى څارنوال تېره شپه له طلوع ټلوېزيون سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل ، چې د هرات په ښاروالي کې ٣ نيم مليارډه افغانۍ درغلي شوې او کله چې د ښاروال د نيولو او تحقيق خبره وکړم، يو له مسئولينو څخه وايي تر څو چې زه يم ، هيڅوک نه شي کولاى هغه � �ه دندې ګوښه کړي. څارنوال عبد الجبار ثابت څرګنده کړه چې په دې هکله به له افغان ولسمشر حامد کرزي سره خبرې وکړي. ده وويل، چې ما نه پرېږدي چې د فساد جرړې وباسم. نوموړي د افغانستان په ملي ټلوېزيون کې د ٤ لکو ډالرو د درغلۍ خبره يو ځل بيا ياده کړه او دې ته يې ګوته ونيوله، چې يو لوړ پوړى دولتي چارواکى د هرات د ګوښه شوي څارنوال م� �اتړ کوي. ده وويل نوموړى څارنوال په درغليو ککړ وو او ما هغه له دندې ګوښه کړ. ",د هرات په ښاروالي کې ٣ نيم ميليارډه افغانۍ درغلي شوې 5291,ب.بهیروردګ," زما نوم وحيد احمد (صافي) !  سلامونه مي قبول كړي، زما مشكل دdirectx سره دي او زه غواړم چه يو web site را وښوي چه د انترنيت د لاري څرنګه كولاي شم چه direct x سونو يو مجم وعه لاسته راوړمز وسلام وحيد احمد د كندهار څخه سلامونه مي در ته در ورسيږي !!! زما پوښـتنه د photo shop د پو ښتنه نوټ په باره كي ده كه ستاسي مهرباني وي او ددي ياد شوي پروګرام پښتو نوټ په اميل كي را واستوي ډيره مننه به مو وي او ډير بۀ خوښ شم ۰ وسلام ستاسي ورور وحيد احمد د كندهار د پنځمي ناحي اوسدونكي  مننه ګران وحید جان صافی ! سلامونه دې علیکم سلام ګرانه د Direct X د موندلو لپاره په لاندې لیکه کښېکاږه او په وړیا توګه یې � �استه راوړه : http://www.softwarepatch.com/windows/directx.html دوهم برېښنالیک دې یوه غوښتنه ده نه پوښتنه .ګرانه که چېرې مې د فوتو شاپ کوم نوټ وموند در و به یې لیږم په سترګو ولې نه . تاند اوسې په مینه ",د Direct X ټولګه له کومه کړم؟ 5292,ب.بهیر وردګ," پوښتنه : محبوب الله  گرانه وروره وردگ صيب سلامونه مو ومنه، محترما دا چه كمپيوتر يو درياب دي نو ستونزي هم ډيري لري نو په پكي په كار كولو د مختلفو ستونزو سره هم مخامخ كيږو، پدي سايټ كي د كمپيوتر د ستونزو د حل له پاره څواب ويل كيږي چه واقعآ دا يو خوشحاله كونكي خبره او وطنوالو ته يو خدمت دي. خداي دي وكري چه مونږ تول خپل تخنيكي مشلات د همدي سايټ دلاري حل كرو. پوښتنه؟ څنگه كولاي شو چه يو درايو ته پا سورد وركړو؟ ځواب: محبوب الله جانه ! سلامونو ته دې وعلیکم وسلام ګرانه ! ستا د پوښتنې په اړه چې زه څومره پوهیږم داسې چې موږد خپله وینډوز د کنترولوونکي برخې په واسطه کولای شو چې یو ډرایو په څو کارنو پورې محدود کړو ولې که مو غوښتي وي چې یوه ډرایو ته شفر ورکړو نو په دې صورت کې موږ باید یو پوستکالی (Software) ولرو له هغې وروسته کولای شو چې د هغه پوستکالي په مټ یوه ډرایو ته پاسورډ ورکړو .خو دا هم مه هیروه چې په انټرنیټ کې دا ډول پوستکالي په وړیا توګه ډیر کم او یا بیخي نه پیداکیږي . دا چې وکولای شې د اوس لپاره دا پوستکالی وړیا ښکته او پخپل کمپیوتر کې یې دې نصب کړې نو له لاندې کرښې څخه یې لاسته � �اوړلای شې: http://www.softstack.com/hidedrv.html هیله مند یم چې تر یوه بریده پورې مې ستا پوښتنه در ځواب کړې وي که بیا دې هم پوښتنه لرله راته ولیکه.  په مینه ",ډرایو Drive ته څه ډول شفر ورکولای شم؟ 5293,," د کابل ښار يو شمېر اوسيدونکو له بېنوا ويبپاڼي سره په خبرو كي څرګنده کړه ، چې نور د اوبو او برېښنا د وزير اسمعيل خان په خبرو باور نه کوي اونوموړى يوازې په ژمنو، کتنو او تړونونو نن او سبا د برېښناد جوړېدو په نرمو اوغوړو خبرو او مرکو خلک غولوي. د کابل ښار د ميرويس ميدان د کلا واحد يو اوسېدونکى غلام عمر جان وايي دا ځل به بيا موږ غريبان انتظار وباسو چې د اسمعيل خان دروغ او رښتيا مالوم شي. اسمعيل خان چې پرون د مشرانو جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمېسيون ته ور ب� �ل شوى وو، څرګنده کړه چې تر ١٨ راتلونکو مياشتو به کابل او تر ٣١ مياشتوپورې به ټول هېواد له برېښنا څخه برخمن شي. ده وويل له ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان سره د برېښنا په اړوند تړونونه لاس ليک شوي دي. د نوموړي خبرې يو ځل بيا د کابل ډير شمېر اوسېدونکي له شک او حيرانتيا سره مخ کړل،ځکه د کابل ښار يو شمېر سيمې د شپې له خوا يوازې ٣ يا ٤ ساعته برېښنا لري. د کابل يو بل اوسېدونکي ګل محمد وويل وزير صاحب خو دوه کاله وړاندې هم له اېران څ خه د يو شمېر جنراتورونو د رانيونې ژمنه کړې وه او تړونونه يې لاس ليک کړي وو! خو يو شمېر لوى جنراتورونه يې د کابل ښار د يو شمېر برېښنا برجونو له څنګ سره په خپلو سترګو ليدلې، چې په ګردونو او خواروکې پټ دي. يو بل اوسېدونکي سيدولي بيا وويل د بيت المال په غم کې څوک نه دي، انسان خو پرېږده د دغه غريب وطن له کاڼي او بوټي سره هم ظلم کېږي. ده په تلو کې وويل اسمعيل خان او ورته کسان به هيڅکله ماړه نه شي. ",د اسمعيل خان دروغ او رښتيا به مالوم شي 5294,," نن سهار پر شل كم ۱۰بجې په كندهار كي د هندوستان پر قونس� �ګرۍ بريد شوى دى چي د لومړنيو راپورونه له مخي مرګ ژوبله يې نه ده اړولې. د عيني شاهدانو په وينا پېښه هغه وخت � �امنځته شوه چي ناپېژاندو موټر سيكل سپرو قونسلګرۍ ته دوه لاسي بمونه وغورځول او دوى خپله د پېښي له ځايه وتښتېدل. د بريد په اړه تر اوسه د پوليسو چارواكو څه نه دي ويلي او نه هم د پېښي پړه چا پر غاړه اخيستې ده. د هندوستان قونسلګري د كندهار په نوي ښار كي موقعيت لري، چي د ام نيت له پلوه نسبتاً د ښار تر ټولو خوندي سيمه ګڼل كېږي، په دې سيمه كي د اېران پر قونسلګرۍ برسېره د نو� �و بهرنيو موسيساتو دفترونه هم موجود دي، چي د ساتني په موخه يې تل امنيتي تدابير نيول شوي وي.   ",په كندهار كي د هندوستان پر قونسلګرۍ بريد شوى 5295,قدوسي سلیمانخېل," عن أَنَسِ بن مَالِكٍ قال قال رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  حُفَّتْ الْجَنَّةُ بِالْمَكَارِهِ وَحُفَّتْ النَّارُ بِالشَّهَوَاتِ (صحيح مسلم ) انس بن مالک رضي الله تعالی عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله وفرمایل : په جنت هغه عملونه راتاو دي چي د انسان نه خوښېږي او د جهنم اور  په شهوتونو پوښل شوی دی . لکه څرنګه چي مونږ ددې مقال سرلیک ټاکلی دی هماغه شان ددې حدیث مفهوم دی چي جنت ته به هغه وخت انسان رسېږي چي هغه شیان په ځان ومني چي دده نفس او زړه یې نه خوښوي نو روښانه ده چي د جنت لاره د نفس ام ّاره لپاره  اغزنه ده خو منزل یې ډېر خوندور دی الله تعالی د په دې لاره د تګ کولو او د خپل نفس د غوښتنو د مقابلې توفیق راکړي ده  او د دوزخ لاره په شهوتونو فرش شوی ده کله چي انسان د خپلو آرزوګانو اتباع کوي او دخپل نفس غوښتني عملي کوي د جهنم اور ته ورباندي رسېږي رېښتیا هم چي لا� �ه خو د نفس لپاره ورېښمینه ښکاري خو منزل یې د تل لپاره ځوروونکی دی الله تعالی د مونږ او ټول مسلمانان ورڅخه وساتي دلته به مونږ  د همدې حدیث شریف د مفهوم له مخي ددې دواړو لارو یو څو بېلګي وړاندي کړو امید دی چي لوستونکي به ورڅخه استفاده وکړي: آیا کله هم چېرته په یوه داسي خواږه مجلس کېوتی یې چي هلته ستا ملګري او یا خپلوان ټول را یوځای شوي وي او په ډېره مینه او محبت یوله بل سره په خبرو او ټوکو لګیایاست او نه شې کولای د یوې لحظې لپاره هم له هغه محفل څخه وخوځېږې؟   � �یا کله هم  داسي پېښ شوي دي چي د خپل د نیوي کاروبار لپاره په حساب او کتاب اخته یې او حسابونه د ګډوډ وي او غواړي چي په همدغه وخت کي یې تصفیه کړې او که د پرېښوولو او یا ورڅخه ولاړ شوې نو بیا یې نشې کولای ؟ آیا کله هم داسي دعوت ته تللی یې چي هلته بې شمېره زیات نعمتونه او خوراکونه برابر شوي وي او دسترخوانونه غوړېدلي وي په عین وخت کي ته هم وږی یې  او ټول یاران او دوستان د راغونډ شوي وي او ته یې د مجلس  ما� �ګه یې او که ورڅخه ولاړ شوې هم د ملګري خفه کېږي او هم کوربه او هم خواړه درڅخه ختمېږي؟ خو په دې وخت کي اذان پورته کېږي او یا دجماعت ددرېدلو وخت را� �سېږي او ته باید د لمانځه لپاره اودس هم تازه کړې ولاړېږي او یواځي د الله تعالی د رضا لپاره دې ټولو مجبوریتونو او کارونو ته شاکوې او په خپل زړه کي وایې چي هرڅه چي کېږي کېږي به خو لمونځ باید په جماعت سره ادا کړم . همدغه جنت ته د رسېدلو لاره ده الله تعالی تا ته د رحمت په سترګه کت� �ي دي او شتمني او دارایې یې درکړي ده او ستا په دارایې کي یې د مساکینو او محتاجینو او د هغه چا لپاره چي د الله تعالی ددین په خدمت او جهاد مصروف وي ټاکلي مالي حقوق فرض کړي چي یوځلي په کال کي خپلي شتمنۍ ته حساب وکړې او د الله تعالی حقوق ورڅخه بېل کړې خو ته زیات مصروفیتونه لرې او یانه شې کولای د خریدارانو په وجه د یوې ورځي لپاره هم خپل پلورنځی وتړې تر څو خپلي شتمنۍ ته حساب وکړې  او یا تجارتي موسم دی چي د دنیوي م صلحتونو په اساس ددکان دتړلو مناسب وخت نه دی یا خو ددارایې دومره شیندلي او پراخه ده چي حسابول یې لږ ترلږه م یاشت په برکي نیسي خو زړه د وېښ دی او خپل دیني مسؤولیت ددې ته متوجه کوي چي که نن دا حساب ونکړم سبا هم داسي ورځ ده او دا حساب پاته کېږي  او په مرګ باورنشته او دا هرڅه به دلته پاته وي ، که نن داح ساب ونکړم بیا الله تعالی ته حساب ورکول ډېر سخت دی او فوراً پرېکړه کوې او خپل ټول پلورنځایونه تړې او خپلي شتم نۍ ته حساب کوې ، تجارتي موسم شاته کوې او  دیني فریضې ته په دنیوي ګټو ترجیح ورکوې . همدغه جنت ته د رسېدلو لاره ده آیاستا مور او یا پلار چي د عمر په نهایې مرحله کي دي او سپین ږیري دي او ته دځواني په نشه مست او د صحت له نعمت څخه بهره من یې او هغوی ستا مرستي ته اړ دي او یوه ښه ډاکټر ته د ورتګ تلوسه یې ده تا خپلو ټولو مصروفیتونو ته شاکړي ده او د هغوی آرزو ته دپه ډېره مینه د اولیت حق ورکړی دی ، او هماغه ډاکټر ته د بیولي دي چي د هغوی خوښه وي ؟  یا داچي هغوی د عمر په لحاظ د معمولي ځور د برداشت طاقت نلري او یواځینی شخص ته یې چي خپل د زړه بړاس ورته وباسي چي کله یې سترګي در باندي ونښلي خپل ګرېز درته پیل کړي آیا تا د هغوی په وړاندي سکوت کړی دی او هغوی ته د دداحق ورکړی دی چي خپله سینه در باندي تشه او یخه کړي او تا یې په مینه ښکنځلو او ترخو خبروته غوږنیولی دی ؟ یا داچي هغوی ته په ډېره مینه ددې لپاره ماشوم پاللې چي لوی شې او هغوی په مینه پالې خو ته اوس لوی شوی یې او هغوی اوس بوډاګان دي ته د مېرمني او اولاد څښتن یې خو هغوی ته اوس هم د ماشوم په شان ښکارې هغوی نه غواړي چي ستا پاملرنه یواځي د مېرمني او اولاد لورته وي آیا تا داسي کړي دي چي د هغوی په موجودیت کي د دآدابو خیال ساتلی او د هغوی د خوشالي په خاطر د دهغوی په مخ کي د اولاد او مېرمني لورته بې اعتنایې کړي ده او خپله مېرمنه د پوه کړي ده چي هغه څه به زه او ته دواړه کوو چي ځما مور او پلار ورباندي خوشاله کېږي او د هغوی په مخ کي ستا خیال ساتل ځما والدین خپه کوي ؟ همدغه جنت ته د رسېدلو لاره ده ستا په خواوشا او یا خپلوانو کي دوه ډلي دي چي د هغوی په مینځ کي څه رنجش دی او  یو له بل څخه یې د خپلوي تع� �قات شکولي دي کېدای شي د هغوی دښمني پراخه شي او وده وکړي دا یو انساني فطرت دی چي د پردیو جنجالونه لیدل او ننداره یې کول چي ترڅو نندارڅو ته  په کي خطره نه وي هرچاته  خوند ورکوي ، په عین وخت کي خپل زړه هم درته وایې مه یې کوه همداسي ښه ده (جنګ سګها خیر ګدا) او یا په جانبینو کي یو طرف تا ته نژدې وي ، یامالي او اجتماعي حیثیت لري چي د هغه په وجه یې ته هم حمایه کوې خو حق له دې بل لوري سره ده او دا هم فطري عمل دی خو بل وخت په دې هکله دا زړه ته درلوېږي چي الله تعالی وایې مسلمانان د یو او بل وروڼه دي تاسي یې په مېنځ کي روغه کوې او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې چي تر نفلي لمونځونو او روژو او خیر وخیرات دمتخاصمو طرفینو په مېنځ کي روغه کول غوره عمل ده ورځې او خپل ځان او نفس ملامت کوې او د هغوی په روغه جوړه کي عملي ګامونه آخلې او حقدار ته په بې طرفي سره حق ورکوې او که ته ځیني عاجز یې نور مصلحین هم د ځان ملګري کوې او یواځي ددیني مسؤولیت په اساس او د الله تعالی درضا لپاره دا کار کوې خواه که د هغوی تر مېنځ روغه په ظاهري شکل ستا په ګټه وي او که په تاوان . همدغه جنت ته د رسېدلو لاره ده آیا تا کله هم یوه داسي شخص ته خپله مرسته وړاندي کړي ده چي ته یې مخکي نه پېژنې ، اودهغه مشکل د رفع کړی ، یا د یو دروند پېټی ور پورته کړی چي هغه یې نشي په شا کولای ، یا دهغه ته د ستونځو د حل یو چل ور وښیې آیا تا چي ک� �ه داسي کړي په خپل زړه کي د داسي خوشالي محسوس کړي ده لکه ته چي په فضاء کي الوتنه کوې او روح د په هواء کي وزري وهي ؟ همدغه جنت د رسېدلو لاره ده آیا ته کله هم له خپل ملګري څخه نا� �اضه شوی یې دا ځکه چي هغه تا ته تکلیف رسوي او یا تا تنګوي ؟ آیا تا ددې پرېکړه کړي ده چي له دې وروسته به له هغه سره خپل تعلقات قطع کوې او له نن څخه وروسته به ورسره خبري نه کوې؟  آیا دا دي په زړه کي تېرشوي دي چي مخامخ به ورته وایې چي ته ځما ملګری نه یې او له نن  ورځي څخه وروسته د نه پېژنم ؟ خو وروسته د بیا په زړه کي خپله پرېکړه بېرته اخیستي ده او دا دوییلي دي چي هغه هم انسان ده اوهر انسان تېروزي زه هم تېروزم وروسته به په خپله تېروتنه پوه شم او بېرته د له خپل ملګري سره داسي د زړه له کومي او بې ریاء خبري پیل کړي دي لکه هغه چي کله هم له تاسره څه بد نه وي کړي ؟ همدغه جنت ته د رسېدلو لاره ده ایا کله د هم په یوه ځای کي داسي ټولۍ تر سترګو شوي ده چي هغوی په یوه حلقه کي ناست وي او د الله تعالی په یاد او دیني خبرو لګیاوي؟  خو ته د ځیني ضروري دنیوي کارونو په وجه نه ورسره کېني او یا هغوی بې کاره در ته ښکاره � �وي دي  او زړه درته وییلي دي چي دا کسان کارونه نلري او فارغ دي ولاړ شه خپل کارونه وکړه او یا د خوب وخت ده ولاړ شه وېده شه او ورڅخه روان شوی یې خو په نیمه لاره کي د خپله پرېکړه بېرته اخیستي ده او دا دپه زړه کي وییلي دي چي ددنیا کارونه نه ختمېږي او خوبونه مي هم ډېر وکړل او په دې حلقه باندي د الله تعا� �ی رحمتونه اورې ورشه چي هم به د الله تعالی درحمت په سیوري کي راشې او هم به کېدای شي داسي دیني معلومات ترلاسه کړي چي تاته به نه وي معلوم ورځې او خپل د ژوند ضروریات ټول شاته پرېږدې او له هغوی سره د ذکر په محفل کي شریک کېږ ي او خوشالي محسوس کوې . همدغه جنت ته د رسېدلو لاره ده ته چي د الله تعالی په م ادي او معنوي نعمتونو پټ یې او الله تعالی هرڅه درباندي لورولي دي خو ستا مسکین قریب او یا څنګلوری چي ډېر � �وېدلی دی خو تا د هغه بېوزلي ته څه اعتناء نه ده کړي او هغه وینې چي تل او په هرځای کي ستا شکایت کوي خو ستا نفس درته وایې چي مه یې کوه همداسي ښه ده چي لوېدلی وي (خوارته  مه ورکړې نوکان چي پرې وګروي ځان) خو بل وخت د له ځان سره د هغه په اړوند فکر وهلی دی او زړه د داسي درته وییلي دي چي کېدای شي ته هم یوه ورځ  د هغه په شان ولوېږې ، ورشه پوښتنه یې وکړه هغه چي څه کوي الله تعالی به حساب ورسره کوي خو ته چي الله نعمتونه درکړي دي ددې نعمتونو شکر ادا کړه ، ورځې او د هغه د کړووړو او شکایتونوپه هکله چي له تا څخه یې تل کړي دي او کوي یې بې تفاوته پاته کېږې او هیڅ یادونه یې نه کوې او د هغه عمده مشکل چي هغه ورسره مخامخ دی او ستاسي مرستي ته اړ دی حل کوې  او عملاً خپله مرسته ورته وړاندي کوې . همدغه جنت ته د رسېدلو لاره ده آیا کله دهم داسي یوه ښایسته نجلۍ په نظر درغلي ده چي الله تعالی ورته زیات حسن او جمال ورکړی دی او د هغې ساحرانه کتلو ته بې واکه کړی یې او ستا زړه یې بې ځایه کړی دی او ستا د فکر پاڼي یې در ګډي وډي کړي دي ؟  آیا کله دهم بېرته دا فکر ذهن ته وړاندي شوی دی چي هغه ستا نه ده او تاته نه دی روا چي په هغې پسي ګامونه واخلې او یا یې د خپلو سترګو په کتلو تعقیب کړې بېرته  د خپلي غلطۍ احساس کوې د ا ځکه چي الله تعالی تاویني او ستا حرکات او سترګي څاري ځکه خو بېرته نورمال حالت ته راګرزې او آرام او مطمئن کېږې ؟ همدغه جنت ته د رسېدلو لاره ده آیا کله هم د داسي یوچا له میني سره م خامخ شوی یې چي هغه ته الله تعالی ډېر هغه نعمتونه ورکړي دي چي تاته نه دي  میسر شوي او په نعمتونو سربېره هغه ته الله تعالی تقوی او دیانت هم ورکړی دی خو ته یواځي د هغه د تقوا او دیانت په وجه له هغه سره مینه کوې او په زړه کي بې روي وریاء ښه درته ښکاري نه یې د نعمتونو تمه او اسره ساتې او نه ورسره په خداداده نعمتونو حسد او سیالي کوې او هغه ته ورکړ شوي نعمتونه داسي ګڼې لکه الله تعالی چي تاته درکړي وي خو یوازي دالله تعالی لپاره ورسره مینه ساتې او دا خدایې مینه د داسي د هغه لورته ورکشوي  لکه مقناطیس چي اوسپنه د ځان لورته ورکشوي او ستا زړه ددې میني خواته داسي الوتنه کوي لکه پتنګ چي په شمع باندي راتاوېږي ؟ همدغه جنت ته د � �سېدلو لاره ده آیا کله د هم په پراخه بې س� �حده فضاء کي د سپوږمۍ په رڼا کي سترګي غړولي دي چي بې شمېره ذرات او دهوا مخلوق په کي لامبو وهي او خپل ځان د هېر کړی دی او هغه دېوالونه چي ستا او ددې ستري نړۍ په مېنځ کي دي نړولي دي او هغه فکري پردې چي ستا په سترګو غوړېدليدي یوې خواته کړي دي او داسي سوچ د وهلی دی چي په دې ستره فضاء کي ستا حیثیت د یوې وړې ذرې ده چي په  دې فضا کي الوتنه کوي خپله سینه د له دښمنیو او حسد څخه چي د نورو په وړاندي ور څخه ډکه ده صفا کړي ده او دا سي پرېکړه د کړي ده چي په دې فضاء کي بې حسابه ذرې الوتنه کوي او یوه له بلي سره نه ټکر کېږي او نه د سپوږمۍ � �ڼا له ځمکي څخه بندوي دا نړۍ ډېره پراخه ده او ټکر په کي په کار نه ده پرېږده چي نور انسانان هم ددې ستري فضا په څ نډو کي لامبو ووهي ځکه چي هغوی هم ځما په شان حق لري چي ددې جهان له وسعت څخه استفاده وکړي او ددې آسماني ډېوې رڼا هغوی ته هم ورسېږي او په دې سوچ سره د ځان د زمکي له ځولنو څخه آزاد کړی وي او دشهواتو او دلیونیو هیلو او او د شر او فساد له ترږمیو څخه د خپل ځان اېستلی وي ؟ همدغه جنت ته د رسېدلو لاره ده همدغه پیسې چي ورور  یې د ورور او زوی یې د پلار دښمن ګرزولی دی او ته یې هم په خپل جېب کي تودې او نفس تنګي ساتې او کله د هم نه لمر ورباندي لیدلی دی او نه د د آزاد تنفس حق ورکړی دی  آیا داسي احساس د کړی دی چي هغه لکه چي ستانه وي هغه فولادي ځنځیر چي یوه کړۍ  یې ستا په زړه پوري تړلی او بله کړۍ  یې په پیسو پوري تړلي ده شلېدلی دی ؟  آیا هغه کشش چي ستا او د روپو تر مېنځ دی ختم شوی دی ؟ آیا کله د هم ددې سرچپه احساس کړی دی او له تخرګونو څخه د رابېلي کړي دي او په پراخ لاس د دالله تعالی د رضا لپاره په بېوزلو مسکینانو وېشلي دي او خپل جېب د سپک کړی دی او چي کله خالي جېب کورته واپس کېږې هم په خوشالي سره چابک روان یې او هم خپل زړه هم سپک درته ښکاره شوی دی چي یو دروند پېټی د ورڅخه لېري کړی دی ؟ همدغه جنت ته د رسېدلو لاره ده ته په خپل پلورنځي کي ناست یې او یو داسي خریدار درته راغی چي هغه له قېمتونو سره نا آشنا دی او له تا څخه � �ېر ه زیاته خریداري کوي،  او یاهمدغه مال له بل چاسره نشته او د همدغه خریدار دټول م ال اخېستلو ته ضرورت دی اوس که ته د خپل مال  په هرڅومره لوړه بیه خرڅول وغواړې خرڅو� �ای یې شې خو ژوندی احساس ددې ته نه پرېږدي او خپل وېښ ضمیر د ملامت کوي چي د یوچا له ناخبري او یا مجبوریت څخه ناوړه ګټه اخېستل نه دی روا په مروج قیمت هغه مال په هغه خرېدار خرڅوي اود الله تعالی د رضالپاره له اضافي ګټي څخه صرف نظر کوې . همدغه جنت ته د � �سېدلو لاره ده ته د ستري شتمني خاوندیې او تجارت د پېشه ده زیات سټاک جنس د وموندلو  که ته دا واخلې او داسي موسم ته یې وساتې چي په هغه موسم کي د عامه ضرورت جنس وي او د عامو خلګو ورته زیاته اړتیا وي لکه خوراکي مواد او په څوګونه زیاته بیه یې خرڅولای شې او زړه د هم دا درته وایې او شریک د هم دا مشوره درکوي چي داجنس اوس نه خرڅوو په فلانۍ میاشت کي به ډبله ګټه وکړي  خو ته د شریک مشوره او د خپل زړه غوښتنه په دې وجه شاته کوې چي دا اح تکار ده او یایې په هغه موسم کي یوازي  دایماني مسؤولیت په اساس په خپل اصلي قیمت خ� �څوې او نرخ یې نه پورته کوې همدغه جنت ته د رسېدلو لاره ده په لاره روان یې که ګورې له روپو څخه ډکه بټوه په لاره کي پرته ده او یا یو کس تر تا مخکي روان دی یا د سورلیوموټر او یاسایکل سپور خو له هغه څخه بکس او یا بټوه ولوېدله چي قېمتي سره زر او یا زیاتي روپۍ په کي پرتې دي هغه  تاته په داسي حال کي په لاس درغله چي ته سخت مجبوره او لاس تنګی یې او که دا روپۍ په خپل کار ولګوې او خپل م جبوریت پرې رفع کړې  نو مشکل د ختمېږي او چا لیدلی هم نه یې او که ته څوک خبر نکړې سل کا� �ه هم څوک درباندي ددې شک نه کوې چي بټوه تاته په لاس درغلي ده ، خپل زړه د هم دا درته وایې چي دا روپۍ په خپل ضرو� �ت کي ولګوه کور ته د بټوه یووړه خپله مېرمنه د خبره کړه چي تاته بټوه په لاس درغلی ده  په دې وخت کي خبر شوې چي هغه کس ددې بټوې تلاش کوي او یاتاته معلومه شوه چي دا بټوه د فلاني کس ده او یا له ف� �اني موټر څخه ولوېدله  ،  دلته خپل مجبوریت مخي ته درته د� �ېږي او مېرمن د هم درته وایې چي دا روپې په خپل ضرورت کي ولګوه ‎‎‎‎ اوړه او غوړي نشته هغه راوړه ، ماشومان د لوڅ دي هغو ته جامې واخله ، فلانی پوروړی سهار او ماښام دروازه درټکوي د هغه پور ورباندي پرې کړه،  سور ژمی راغی بوټی او د څارویو موټی نشته هغه ورباندي واخله ، لاندی د نه دی کړی اولادونه د په وچه مړۍ ناست دي لاندی ورباندي واخله په لسهاوو ستونځي درته رامخته کوي ، خو ستا ایمان او په الله تعالی ع� �یده دا درته وایې چي دا خو پردۍبټوه ده او څښتن یې هم درته معلوم ده حرام مال ته زړه مه ښه کوه مشکل به د الله تعالی رفع کړي ورشه  دا بټوه خپل مالک ته وسپاره او یا که نه وي درته معلوم تلاش یې وکړه هغه غریب به پرېشانه وي او چي مالک د وموندلو دا شرط مه ورباندي لګوه چي که بټوه درکړم ماته به څو روپۍ � �اکوې ؟ خپله بټوه ورته وسپاره هغه خپل اختیار ته پرېږده چي څه درکوي او که یې نه درکوي ته چي کله دا د ایمان او عقیدې تقاضا پوره کړې. همدغه جنت ته د رسېدلو لاره ده کېدای شي ستا په یوه داسي سړي هم قرض باندي شوی وي چي ډېر لوېدلی مجبوره او د ووړ عیال څښتن وي چي کله تا ویني د برف په شان ویلي کېږي او ستا زړه درته وایې چي دا سړی که تنګ نه ګړې ستا پور په خپله خوښه نه پرې کوي ورشه ورته ووایه چي که له آسمانه وي او که له زمکي ځما پور پرېکړه یو منټ د هم نور نه پرېږدم او خلګ مه په ځان پوري خندوه او مه ما نور په ډېرو ویلو او هره ورځ راتګ زهیروه له همدغي پرېکړي سره د هغه خواته ور روانېږي خو په لاره کي دسوچ بدل شو او یاچي کله د ولید� �و رایه د واوښتله او ددې په ځای چي هغه خبري ورته وکړې چي تا له ځان سره سنجولي وې هیڅ هم نه وایې او چي ورغلې او د هغه الوتي څېره د ولیدله چي ډېر زهیرېږي بې له کومه ځنډه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول مخي ته درته راغی چي فرمایې : عن أبي هُرَيْرَةَ قال � �ال رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  من يَسَّرَ على م ُعْسِرٍ يَسَّرَ الله عليه في الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ (سنن ابن ماجه) ابوهریره رضي الله تعالی عنه فرمایې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چاچي په تنګ لاسي پوروړي اسانتیا راوستله په انتظار کولو او یا د پور په وربښلوسره الله تعالی به په هغه د دنیا او آخرت سختي آساني کړي.  او فوراً د ورته وویل چي وروره هستي او نېستي د الله تعالی له طرفه ده نور ما خپل پور دربښلی دی او نور د نه زهیروم او حتی المقدور که دوس وي کم وزیات کومک هم ورسره وکړې . همدغه جنت ته د رسېدلو لاره ده   ",همدغه جنت ته د رسېدلو لاره ده 5296,," عبدالله پتمن/كابلد سريلانکا په � �مال  کې د حکومت او تاميل پړانگانو ترمنځ په نوو نښتو کې لږ ترلږه ۲۲ سرتيري وژل شوي دي.په همدې حال کې ويل کېږي په دې نښته کې د تاميل پړانگانو له خوا هم  زيات جنگيالې له منځه تللي دې. دا په داسي حال کې ده چې دواړه خواوي د دې مياشتې په پاى کې د خبرو اترو لپاره چمتو شوې وو. نوې نښتې پرون د حکومت د سرتېرو په عملياتو پيل شوې چي د روان کال سخت عمليات ښودل شوي دي.دواړه خواوې دعوه کوي چي بريدونه د خپلي دفاع لپاره کوي. خو حکومتې چا� �واکې وايې دوى دغه بريد د مخالفينو د بريد په بدل کې کړى دى. د حکومت او تاميل پړانگانو ترمنځ په تېر يوه کال کې په زرگونو خلك د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. او په سلگونو كسان وژل شوي دي. تاميل پړانگان د تېرو شلو ک� �ونو راهسي د مستقلب نومې سيمي د لاسته راوړنې لپاره  له حکومت سره په مبارزه کې بوخت دي. ",په سريلانكا كي د جګړې له امله ۲۲ كسه مړه شوي دي 5297,"عبدالرحمان غضري","  یوڅوک په شپه کې راشي دخبروچل راښي خوږه خوږه غږیږي دشکروچل راښي لاسونه زماترغاړه لکه دوه دایرې تاوکړي په سترګو دبنګال دجادوګروچل راښي  یوڅ ولحظې دخم په څیروریښمینه مستې راکړي  بیاتکه سره سپرغۍ شي دمجمروچل راښي دسپینواوښکوڅاڅکی یې دکسیوپه اینوکې  کرار کرار په رمزدملغروچل راښي  تکل دپیغلتوب یې ښایې زمادحس پاڅون وي  تنکی سهاریې څڼې دعمبروچل راښي یوه ورځ به مې سندرې دچاښکلې شونډې روي  جانانه ستایادونه دسندروچل � �اښي پرون خویې دیاردیدن ته سترګې نذرانه وي  نن بیاولې زړګی دمروروچل راښي دښار رڼاته نه ځم زه له سپینوشپو ویریږم داغرغضري ښه دی دنښتروچل راښي   ", وریښمینه مستې 5298,عبدالرحمان غضري,"  کله توراوکله سپین کاڼي راولي  ډیرنادان دی نازنین کاڼي راولي  دزړګي په ښیښه خوچي راته وکړي  لیونی نظر وریښمین کاڼي راولي  دلاله په څیریې ږدم دداغ په شونډو وخت په پرخه کې زرین کاڼي راولي  عندلیب غوندي له کړیکونغمه واکړم  چې ګل مخی ګ� �ورین کاڼي راولي  تږی خیال مې په اومیداومیدسنګسارکړي  سورابي شونډې ګبین کاڼي راولي  دکابل دسیندخوږې څپې ته وایه  ستایادونه اباسین کاڼي راولي  دپردوکاڼونوبت خوپرون تیرشو  غضري نن همنشین کاڼي راولي   ",وریښمین کاڼي 5299,صديق الله بدر,"   حلقې حلقې سترګېستا د وعدې له انتظاره سرهلارې دې څارم له ريباره سرهراشه چې سترګو كې مې ګل شوې اشناسينه موښم له هره خاره سرهحلقې حلقې مې انتظار كړې ست� �ګېهره شېبه مې ده له داره سرهداسې بې واره دې راوكتلېچې شوم بې واره سم له واره سرهمينې دې داسې لېونى كړمه زهچې هيڅ مې نه لګي هوښياره سرهبدره اشنا وروستي ديدن كې ووېمينه څوك نه كوي له خواره س� �ه  ",حلقې حلقې سترګې 5300,," د کندهار ښار په پنځمه ناحيه کې نن سهار يوه ځانمرګې چاودنه وشوه چې له امله يې پنځه تنه ووژل شول. د بريد کوونکي موخه د ناټو ځواکونو يو کتار  و او اوس مهال د پېښې په سيمه کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي. ويل کيږي چې د چاودنې له امله يو شمېر هټېو هم اور اخيستی دی. پوليسو د چاودنې سيمه کلابنده کړې او چاته د ورتګ اجازه نه ورکوي. ",د کندهار په پنځمه ناحيه کې ځانمرګی بريد وشو. 5301,," نبي ساحل نن سهار پام کم لس بجې د کندهار ولايت د پنځمې ناحيې،  نظم خاص ته څېرمه د ايساف په ځواکونو يوه چاودنه وشوه.  د ايساف  ځواکونو مطبوعاتي مسوول ميجرمورايل بېنوا ته وويل چې په دغه چاوده کې د دوى دوه تنه سرتيري ټپيان شوي دي هغه زياته کړه چې  پنځه تنه عام وګړي مړه او يو زيات شمېر نور ټپيان شوي دي. تر اوسه پورې څرګنده نه ده چې دغه چاودنه ده او که ځانمرګى بريد دى. ",د کندهار چاودني دایساف دوه سرتیري ژوبل کړي 5302,احمد فؤاد لامع _ کابل," رانه غوښتي مې دلدار دي يو څو کرښېدزخمي زړګي غمخوار دي يو څو ک� �ښې زما په مينه يې لا زړه نه دی روښانهورغلي تر دې ښار دي يو څو کرښې بخت مې وکوت و کوټګر ته، راته يې ووې:ستا ورغوي کې په شمار دي يو څو کرښې د تقدير کاتبه نور مې ځور پ� �ېږده!پر تندي خو مې رابار دي يو څو کرښې وې مې لنډ مې کړ مزل د خواږه وصلوې لا پاته پر دې لار دي يو څو کرښې دا د ژوند د هيلو شمعه ده، ويليږيچې راماتې په رخسار دي يو څو کرښې دا مې سترګو کې سرخي د وينو نه دهستا د مينې له انګار دي يو څو کرښې ""لامع"" ته يې په بڼو ورته ليکه تل!چې و يار ته دې يادګار دي يو څو کرښې ",يو څو کرښې 5303,," عبدالله پتمن/كابل د پوليسو په وينا دغه چاودنه تېر ماښام روژه مات په وخت شوې ده چي له امله يې يو کس ټپي شوى دى. دغه بم د ډايو په نوم د موټرو اډې ته څ� �مه د سړک پر غاړه په يوه پېټۍ کې ځاى پر ځاى شوى وو. د عينې کتونکو په وينا د دغې چاودنې اواز تر ډېرو لر ي ځايونو پوري اورېدل شوى وو. په پېښور کې په تېرو څو اونيو کې دا څلورمه چاودنه ده چي ترسره کېږي. د پېښور د پوليسو د يو چارواکې افتخار خان په وينا د پرونۍ چاودنې نه دوى ته داسي ثبوتونو په لاس ورغلې چي دوى په اسانې کولى شي چي تر اصلي لاملونو پورې ځان ورسوي. ",په پېښور ښار کې بمې چاودنه شوې ده 5304,," د سولي په نوم د نوبل نړيواله جايزه سږكال د بنګلدېش يوه اقتصاد پوه پروفيسر محمديونس ته وركړل شوه، نوموړي اقتصاد پوه په بنګلدېش كي په خپل ابتكار يو بانك پرانيستى وو چي غريبو خلكو ته به يې بېله ضمانته اوږد مهالي پورونه وركول. پروفيسر محم ديونس له بي بي سي سره په يوه مركه كي ويلي چي دى به د نوبل د وركړل شوي جايزې پيسې هم په دې لاره كي مصرف كړي. ",د سولي په نوم د نوبل جايزه يوه بنګالي ته وركړل شوه 5305,پروفیسر عبدالخالق . رشيد," دامريكا دوروستني توپان دبې گناه قربانيانوپه ياد :      دكليسا د زنګ له ترنګه وروسته ، ديوې خاموشې اوارامې فضا د زړه نرۍ زمزمه ، په يوه آرام خو درديدلي غږكې تته شوله ، يوه پادري ووې چې : عيسې مسيح راكښته شوى له آسمانه خلكو ، مينه موسكاوې كري ، دبې ګناوو  وينو پور له ظالمانواخلي ....   دنيا دوير په بلۍ ناسته ژاړي ، لابه په غم ور اړوي ، دغه د اور اوجنګ اووينودنيا ... دغه زموږه  پرمخ تللي دنيا ؟ دغه چې اوس يې دوحشت په لور ورمخه شوې. دلته چې نراوښځه له يوه او بل سره دمينې په راز نه پوهيږي او هغه مينه چې خدايې ډالۍ ده نوره دمينې په نوم نه پيژني دلته چې ټول اوس دلوط پيركاركړي دلته چې ورا دنارينه ناوكۍ  ، ډولۍ په ناز سره وړي ، اوښڅينه بيا ښڅينه زوم ورو ورو  په سندربولو سره.... په دې دنيا به يوتوپان راځي ، هرڅه به ډوب كړي بې دنوح له بيړۍ اويوڅ وتنه به بيا ، چې د مسيح په لاره تللي وي سم ، تردې بيړى پورې ځان ورسوي ...   ستړي به وي ستومانه ، اود قران لاهوتې شرنګ به اوري دپاك الله په پړي .... يوازې ځان به يې ورپاتې وي بس ، نه به يې زوى په ياد وې ، نه به يې  پلار اومور ، اودكښتۍ په پړو باندې به يې لكه دڅوكلودستړوپه شان دمه كيږي ... په دې به نه پوهيږي ، چې د بيړى منځ ته بياكومه لارده ... ترڅو چې خپله مسيح ، ورته را ووځي ، ورته وګوري چې ، دوى په رښتيا هم دخدايي لار مله وو دوى كله هم په وينو رنګ تاجونه ، هغه دس� �واوسپينو، په خپلو لوړو سرو نه دي ايښي  ... هغه چې خداى هست كړي ...   بيړى به ډكه وي  ، تياره به وي چې ځان دامن غيږته و رسوي يوڅوك به راشي دبيړى ښئ خواته وايي به  زه د امريكا واكمن يم ، ددغه لويې دنيا ، ددغه لويې وچې . مسيح به سوال ترې وكړي : ددغې لويې نړى خلك دڅه كړل ؟ ته څنګه لاتراوسه هم پاتې يې  ، دى به دخداى په دغه رمز باندې نه پوهيږي اوله مسيح به بيا پناه غواړي ، چې ما در وژغوره ... خو هغه به ورنه پوښتنه وكړي : ددغه لوى جهان انسان دڅه كړ ؟ په څه پناه دركړمه ؟ زه دآدم اودهوا ځواب اوس څه ووايم چې تايې پردى نازولو بچو څه حال راووست ! شيبه به سوچ وكاندي .... ورته به وايې چې لادن ووژل ... خوهغه به بيا ورته ځيرغوندي شي . اوپه ترخه موسكا به يې وپوښتې چا ؟ چا ؟  چا ؟ چا؟ ما ته هم دروغ وايې ؟ اوهغه چيرې دى ؟ خودى به بيا په دروغو ورته وايي :  دپښتونخوا دغروپه لوړو څوكو... كله چې دا ووايې ، يوه لم به به له يوې خوا راشې دده په سترګو به ورننوزې ، دود به ترې پورته كاندي  .... آسمان به يې نه مني ، توپان به كركه ترې كړي بيړى به ژاړي چې پرماباندې راونه خيږي ، مسيح به وايې ورته ، ما ته هم دروغ وايې ؟ اوته د خداى دبندګانو قاتل ، اوته دخداى له واكمنۍ نه منكر...   مسيح به بيا دتوپان زړه ته په ځيرځيروګوري هغه توپان چې دهمدې واكمن ، په شيطاني نيت يې جهان لاهوكړ ...   څوك به نورنه ښكاري ، بيړى ته به ووايې : دلته خو هرڅه نورتباه تباه شول ، نوردلته څه دژوند په نوم نشته دي ځه د آسياپه لوري ، په هغه لور چې په لوط پير كې دنوح  ياران هم هلته ولاړل ، اوهلته بيا خوندي شو� �....   دكليساد زنګ له ترنګه و� �وسته ، ديوې خاموشې اوارامې فضا د زړه نرى  زمزمه ، په يوه آرام خو درديدلې غږ كې تته شوله ، بل  پادري هم ووې : عيسې مسيح راكښته شوى له آسمانه خلكو ،                               &nbs; p;         مينه موسكاوې كري ،                               &nbs; p;                    دبې ګناوو وينو پور له ظالمانواخلي ...   پروفیسر عبدالخالق  . رشيد دكابل پوهنتون استاد  د۲۰۰۵ كال د اګست ۲۸ ",او مسيح ،دتوپان زړه ته ګوري .... 5306,," په کندهار کې د ايساف وياند ميجر مو� �ايل له بېنوا ويبپاڼي سره د خبرو پر مهال ومنل، چې د تيري ورځي په ځانمرګي بريد کې د ايساف يو ټپي شوى عسکر د ټپونو د ژوروالي له امله ومړ. په دغه بريد کې د ايساف دوه تنه عسکر ژوبل شوي وو. په کندهار کې د پوليسو او روغتون سرچينې وايي چې په بريد کې ٨ ملكي كسان مړه او ١١ تنه ټپيان شوي دي. دغه ځانمرګى بريد پرون پاوکم لس بجې د کندهار ښار په ختيځ د خوجك بابا په سيمه ترسره شو. طالبانو ادعا کړې ده چې په بريد کې يې د ايساف ٢ ټانګونه له منځه وړي او په کې سپاره تر لسو ډېر عسکر ټپيان او وژل شوي دي. يوه طالب وياند منلې چې بريدد م لا عبدالله نومي طالب له لوري چې د هلمند اوسېدونکى دى ترسره شوى دى. طالب وياند ډاکتر حنيف ادعا وکړه چې تر بريد وروسته د ايساف د ځواکونو په ډزو کې گڼ شمېر ملکي وګړي مړه او ټپيان شوي دي. ",د كندهار په ځانمرګي بريد کې د ايساف ټپي عسکر ومړ 5307,," طالب وياند ادعا کړې چې نن ماښام يې د زابل ولايت د ښار صفا د راده په کلي کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې ٥تنه دولتي عسکر وژلي دي. طالب وياند ډاکتر حنيف ومنل چې د نښتې پر مهال يو طالب جنګيالى هم ټپي شوى دى. د زابل ولايت امنيتي سرچينو تر دم ګړي له بېنوا سره د نښتې پخلۍ نه دى کړ. ",طالبان : په زابل کې ٥ عسکر وژل شوي دي 5308,," طالب وياندډاکتر حنيف له نامالوم ځاى څخه ادعا وکړه چې تېره شپه لس نيمې بجې يې د يو بريد پر مهال د کندز د انګورباغ په سيمه کې د جرمني پوځيانو ٣ ټانګونه له منځه وړي دي. نوموړې بېنوا ويبپاڼي ته وويل ټانګونه يې په راکټ لانچر ويشتلي دي، چې په کې سپاره پوځيان مړه او ژوبل شوي دي. دى وايي په بريد كي طالب جنګياليو ته زيان نه دى رسېدلى. په کندز کې مېشتو جرمني ځواکونو تر دم ګړي د پېښي د سپيناوي په اړه څه نه دي ويلي. ",طالبان : په کندز کې په جرمني پوځيانوبريد شوى دى 5309,," تېر ماښام پوليسو د کابل - کندهار پر لويه لار د كندهار د دامان ولسوالۍ د اخوند صاحب په امنيتي پوسته کې د تلاښۍ پر مهال له يو ټيلر موټر څخه ٣٢٨ کڅوړې تارياک تر لاسه کړي دي. د کندهار د پوليسو مشر د پېښي پخلى کوي او وايي ټول ټال ١٢٨٣ کيلوګرام تارياک دي چې په تور يې د موټر چلوونکى او کلينر نيول شوي دي. د نوموړي په وينا تر لاسه شوي تار ياک د کابل څخه کندهار ته وړل کېدل. ",ملي پوليسو ٣٢٨ کڅوړې تارياک ترلاسه کړي دي 5310,," د سولې د ټينګښت کميسيون د هلو ځلو په پايله کې نن ١٦ تنه افغان بنديان د ګوانتانامو له جيل څخه خوشي او د خپلو کورنو په لور روان شول . ددغه کميسيون د چارواکو په وينا تر دم ګړۍ ٤٠٠ تنه افغان بنديان د ګوانتانامو څخه خوشي شوي دي. بنديانو ادعا کوله چې بېګناه دي ، او ورسره بد او ناوړه چلند شوي دي. همدا شان د ايران يو وګړى هم ګوانتانامو څڅه خوشى شوى دى . ",له ګوانتانامو څخه١٦ تنه افغان بنديان خوشي شول 5311,," افغان دولت ملګرو ملتو ته په رسمي توګه خپل نوى استازى ظاهر طنين ورپيږندلۍ دى . د بهرنيو چارو وزارت وينا وايى نوموړۍ به در وان زيږديز کال په نومبر مياشت کې خپله دنده پيل کړي . د نجيب الله در ژيم له نسکوريدو وروسته تر اوسه پورې په ملګرو ملتو کې د افغانستان استازيتوب روان فرهادي په غاړه درلود . ډاکتر طنين د پخوانى ديموکراتيک او وطن ګوند غړيتوب درلود او له دې وړاندې يې په بي بي سي راديو کې کارکوو. نوموړۍ په ١٩٥٦ کال کې په کاپيسا کې زيږدلۍ دى. ",ملګروملتوته د افغانستان نوى استازى وروپيږندل شو 5312,," د برتانيې د پوځ لوى درستيز جنرال سر ريچارډ ډانټ انګريزي ژبې ورځپاڼې ډيلي ميل ته ويلي چې په عراق کې د برتانوي پوځونو شتون د امنيتي ستونزو د ډېرېدو لامل ګرځي او هرڅومره چې ممکنه وي دغه ځواکونه بايد وايستل شي. نوموړي دا هم ويلي چې په ٢٠٠٣ زيږديز کال کې پوځي عم ليات د عراق په بلنه نه وو ترسره شوي. د بريتانيا لومړى وزير تونى بلير وايي چې دى او د پوځ مشر په عراق کې دب� �تانوي پوځونو د دندې په اړوند هيڅ ډول اختلاف نه لري او د ريچارډ د څرګندونو د هر ټکې سره هم غږى دى. بلير وايي د دولت تګلاره تل دغه ده، چې د دغه هېواد پوځونه به په مناسب وخت کې عراق پرېږدي، هغه وخت چې د امنيت د خونديتوب دنده عراقيانو ته وسپارل شي. ",بريتانيا : بايدځواکونه له عراق څخه وباسو 5313,," له بېنوا ويبپاڼي سره د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي څانګې ومنله، چې نن سهار لس کم ٨ بجې د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د ولايت د ودانۍ دروازې ته نيژدې چاودنه شوې چې � �ه امله يې د ولايت ٣ تنه کارکوونکي ټپيان شوي دي. د څانګې په وينا چاودنه له لري واټن څخه د ريموټ کنټرول له مخې ترسره شوې ده. عيني شاهدانو بېنوا ويبپاڼي ته وويل چې د بريد موخه د دغه ولايت والي ګلاب منګل وو. ",په لغمان کې چاودنه شوې ده 5314,," ", 5315,," ", 5316,," ", 5317,"ميرويس جلالزى"," سپينې ماڼۍ ته نيژدي باوري سرچينو خبر و� �كړى چې ډاكټره كاندوليزا رايس به په خپل دې سفر كې له جاپان، چين او جنوبې كوريا څخه ليده كاته وكړې. د رايس د سفر موخه په سيمه كې د امنيتې انډول د برابرولو او د شمالي كوريا د لانجې په اواري را څرخې. ",د امريكا د باندنيو چارووزيره اسيا ته راځې 5318,ميرويس جلالزى," رپوټونه وايې دا زلزله نن سهار د ريختر په كچه ۵ درجې اټكل شوې ده، چي د جاپان د توكيو ښار مركزي او ګاونډۍ سيمې يې لړزولې دي. د جاپان د ځمكې پېژندنې ادارو خبر وركړ چې د كوم ورانونكې سونامې ويره نه ليدل كېږې. خو د اوښتو زيانونو په اړه  تر اوسه خبر نه دى وركړل شوى. ",جاپان نسبتاً يوې زورورې زلزلې ولړزاوه 5319,," د ائيتلاف خپره شوې پاڼه وايى چې کنړ کې د ائيتلاف � �تنه عسکر د مخالفو وسلوالو د بريد پر مهال ژوبل شوي دي . پاڼه وايى بريد هغه مهال دائيتلاف په ځواکونو وشو ، چې ځواکونه يې د ماڼوګى ولسوالۍ د ګړنګل په سيمه کې په ګزمه بوخت وو. ",کنړ کې د ائيتلاف ٣ عسکر ټپيان شوي 5320,ميرويس جلالزى," رپوټونه وايې دا چاودنه نن سهار د كندهار په ژيړېۍ ولسوالې كې د ملې پوځ د سرتېرو پر كاروان وشوه. د دفاع وزارت د يوه چارواكي په وينا چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شې، په بريد كي يو سرتېرى وژل شوى او شپږ  نور ژوبل شوې دي.     ",په كندهار كي يو ځل بيا چاودنه وشوه 5321,"ميرويس جلالز� �"," د پاكستان د كورنيو چارو وزير � �فتاب احمد خان شير پاو پرون خبريالانو ته وويل چې دا كسان يې د يو لړ خاصو استخباراتي معلوماتو له تر لاسه كولو وروسته نيولي دې. هغه د نيول شويو كسانو هويت په ډاګه نكړ خو دا يې هم رد نكړه چې ګواكې نيول شوي چاوديدونكې توكې او د راكټو مرمۍ دي له افغانستان څخه راوړل شوې وي. په دې ورستيو كې د پاكستان پوليسو په راولپينډۍ ښار كې د ولسمشر پروېز مشرف استوګن ځاى ته څرمه چاودېدونكې توكې ونيول همدا راز په دې سيمه كې يوه چاودنه هم تر سره شوې وه. له دې څخه يوه ورځ وروسته د پاكستان د پارلمان او استخباراتې ادارې ودانيو ته څرمه هم د توغنديو ګولۍ مخكې له چاودېدو تر لاسه شوې. شير پاو زياته كړه چې له نيول شويو كسانو پلټنې پيل شوې دې. ",په پاكستان كې د ناكامو بريدو په تړاو ۸ تنه نيول شوې 5322,," ", 5323,," په هغه ترافيکي پېښه کې چې پرون له غرمې و� �وسته دکابل - کندهار د لويې لار په اوږدو کې د قلات او شاجوى ترمنځ سيمه كي رامنځته شوه، له امله يې د چارواکو په وينا ١ تن مړ او ١١ تنه ټپيان شوي دي. د پېښي لامل د ټونس موټر زيات ګړنديتوب بلل شوى چي ټپيان يې د زابل � �وغتون ته لېږدول شوي دي. ",په يوه ترافيکي پېښه کې ١ تن مړ او ١١ ټپيان شول 5324,," ", 5325,ميرويس جلالزى," د امريكا د متحده ايالتونو د دفاع وزارت د جمعې په ورځ خبر وركړ چې له ۲۰۰۱ ميلادې كال راپه دې خوا كله چې امريكايې ځواكونو په افغانستان كې د طالبانو د حكومت د ړنګېدو تكل وكړ دا كسان وژل شوې دې. د دفاع وزارت وايې دا كسان د آزادۍ د تر لاسه كولو په عملياتو كې په ازبكستان، پاكستان او افغانستان كې له ياغيانو سره په مخامخ جګړو كې وژل شوې دې. ",امريكا: زموږ ۲۸۰ سرتيرې وژل شوې دي 5326,"ميرويس جلا� �زى"," پاكستانې مامورين وايې د افغانستان د دفاع وزارت دا مسئول چې عبدالرحمان نومېږې وروسته له هغه د جمعې په ورځ د چمن پر پوله ونيول شو چې قانونې اسناد و� �سره نه ول او غوښتل يې د كويټې ښار ته ننوزې. ويل كېږې له عبدالرحمان سره د نيم مليون په شاوخواكې پاكستانۍ روپۍ او يوه اندازه افغانۍ او يو لړ هغه اسناد چې د افغانستان د دفاع په وزارت پورې تړلې دې هم نيول شوې دې. نوموړى كس دم ګړى د بلوچستان د سرحد ايالت په يو جېل كې اچول شوى او پلټنې ترېنه پيل شوې دې. ",د افغانستان د دفاع وزارت يو چارواكى ونيول شو 5327,ميروريس جلالزى," د فلسطين د روغتيايې مامورينو په وينا دا كسان د غزې د تراړې د جبالېې په سيمه كې د اسرايلې ځواكونو په بريدو كې وژل شوې او ۱۰ تنه نور فلسطنيان ژوبل شوې دې. ويل كېږې اسرايلي ځواكونو د حماس ډلې په يو پټن ځاى وروسته له هغه هوايې بريد وكړ چې د حماس جنګيالو د اسرايلو په ټانكونو د ټانك ضد توغندو بريد وكړ. ",د حماس فلسطينې ډلې ۷ جنګيالې ووژل شول 5328,," د کابل د هوايي ډګر د سرحدي پوليسو مشر جنرال امين الله امرخېل چې په دې وروستيو کې يې د پوډرو د قاچاقيانو په نيولو کې زيات شهرت تر لاسه کړى وو. په ناڅاپې توګه له دندې ګوښه كړل شو. نوموړي د ولسي جرګې د شکاياتو کميسيون ته ويلي چې د يوې دسيسې ښکار شوى دى. ",د کابل هوايي ډګر د پوليسو مشر له دندې ګوښه كړل شو 5329,"ميرويس جلالزى"," د ملګرو ملتونو د كډوالو چارو ادارې يو ان اچ سې آر پرون د يوه بيان په خپرولو خبر وركړ چې د دوى د راستنولو روان بهير به د روژې او ژمې د يخنې موسم په سبب لږ  ټكنى شې، خو د راتلونكې هجرې لمريز كال له پيل څخه به دا لړۍ يو ځل بيا له سره په چټكۍ پيل شې. ويل كېږې دم ګړى د دوو نيمو مليونو په شاوخوا كې افغان كډوال په پاكستان كې مېشت دي. ", له پاكستان څخه به د افغانانو د ستنېدو بهير ګړندى شې 5330,ميرويس جلالزى," نن سهار د اتو بجو په شاوخوا كي د لغمان د والې د موټر په كارون بريد شوى چې د پوليسو په وينا يو انجينر پكې وژل شوى دى. پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې د كاروان  د مخ موټر پر ريموټ كنترول بم وختئ او وروسته د وسله والو كسانو تر بريد لاندي ونيول شو. داسي راپورونه خپاره شوي وه چي په دې بريد كي د لغمان والي ګلاب منګل ته هم زيان رسېدلى دى، خو والې وايې دى روغ رمټ دى. كه څه هم سيمه دم ګړى د ايتلافې او افغان ځواكونو له خوا كلابنده شوې ده خو بريد كونكې له سيمې تښتيدلې دې.   ",ګلاب منګل :ژوندې يم 5331,," طالب وياند ډاکتر حنيف ادعا وکړه چې د کندهار په ځانمرګي بريد کې يې ٢٠ تنه افغان دولتي عسکر مړه او ټپيان کړي دي. نوموړي زياته کړه بريد د احمد الله په نوم يوه طالب چي د کندهار اوسېدونکى وو ترسره كړ. دغه بريد چي نن سهار د ژړۍ ولسوالۍ د حوزى مدت په سيمه کې د عسکرو په يوه کاماز موټر تر سره شوى دى. د کندهار د والي وياند داود احمدي بېنوا ويبپاڼي ته وويل چې له امله يې يوازي ځان وژونکى مړ شوى او ٣ عسکر ټپيان شوي دي. ",طالبان : په بريد کې ٢٠ تنه عسکر مړه او ټپيان شوي 5332,," اروپايي ټولنې د پنجشنبې په ورځ د کنيا او ګاندا د دووهوايي شرکتونو په ګډون د اريانا افغان هوايي شرکت د الوتکو الوتنې د اروپا ټولو هوايي ډګرونو ته منع اع� �ان کړې.د اريانا الوتکو له دې وړاندې په اونۍ کې يو ځل المان ته الوتنه درلوده. دا مهال اريانا مسکو، استانبول او انقرې ته الوتنې لري. ",اروپا ته د اريانا افغان الوتنې بندې شوې 5333,," پوليسو د تخار ولايت په � �ستاق ولسوالي کې د هيروئينو يوه کوچنۍ فابريکه له منځه وړې او يوه اندازه توکې يې چې د پوډرو په جوړولو کې ور څخه کار اخيستل کېږي لاس ته راوړي دي. د پوليسو يوه چارواکي فريد احمد بېنوا ويبپاڼي ته وويل دغه فابريکې نوى کار پيل کړى وو. نوموړي ومنله چې پوليس د فابرېكې د خاوند او كاركوونكو پر نيولو نه دي توانېدلي. همدا شان پوليسو ٥� �٠ بوتله شراب چې له تاجکستان څخه د امام صاحب ولسوالۍ ته په پټه دننه شوي وونيولي دي. ",په تخا رکې د پوډرو يوه وړه فابريکه له مينځه وړل شوې ده 5334,,"   طالب وياند ډاكټر محمدحنيف بېنوا ويبپاڼي ته وويل تېره شپه يې د ننګرهار ولايت د خوګياڼو د کمبو په سيم ه کي د امريکايي سرتېرو په ګزمه بريد وکړ چي تر سختي جګړې وروسته يې د امريکايي عسکرو دوه موټره ويجاړ او پكښي سپاره عسکر ووژل شول. نوموړي د لغمان د والي ګلاب منګل پر كاروان د بريدمسوليت هم په غاړه واخيست او زياته يې كړه چي د اداري رياست مدير روح الله پكښي وژل شوى دى. ډاكټر حنيف وويل تېره شپه يې د سرپل ولايت له بلخاب و� �سوالۍ سره نيژدې د ملي پوليسو يو موټر په بم الوزلى دى او د ننګرهار ولايت په ماماخېلو سيمه كي يې د ملي پوليسو پر يوه پوسته بريد كړى چي پوسته يې نيولې او سوځولې ده، خو د ده په وينا عسكر يې پر تېښته توانېدلي دي. ",طالبان له دولت او ايتلاف سره د يو شمېر نښتو ادعا كوي 5335,مختاراحمد انتقام/كندهار," راپور: مختاراحمد انتقام د روهي ادبي بهير ۲۹مه غونډه د روان كال د تلي پر ۲۰مه چي د روژې مباركي د ۲۰مي سره برابره وه د ماځيګر پر۳:۴۵ د ښاغلي احمد الله عباد له خوا د قرانكريم په قرائت ويلو پيل سوه. پ� �انيستونكي خبري د ښاغلي احسان الله درمل پر غاړه وې. ده بهير اغيزمن وباله او لامل يې روژه وښوده، له ملګرو يې ګيله وكړه چي په روژه كي يې بهير ته څه شا ګرځولې ده، ده وويل چي په روژه كي خو د شعر تقدس لا زيات وي خو ملګري برعكس دي او هم يې د كركتني پاته كېدل ښه و نه بلل، ده وويل زموږ د غونډي ډير وخت په دې كې تېر سي چي كره كتنه وكړو كه څنګه او دا يې يوه لويه ستونزه وبلل، ده هيله وښوول چي په � �اتلوونكي كي به داسي نه وي چي ملګري كره كتنه له دې خاطره پاته كوي چي روژه  ده جنجا� �  پېښېږي، په ادب كي جنجال او بده خبره نسته هغه كسان چي ستونزه پېښوي، دوى د كره كتني توان نه لري، ده غوښتنه وكړه چي موږ بايد يو پر بل باور وكړو. ورپسې مختاراحمد انتقام د تيري اونيزي غونډي راپور وړاندي كړ، د كره كتني په موخه ملګرو پرې داڅه وويل: ښاغلي جان محمدصالح په راپور كي د ت� �اجيدي كلمه خوښه نكړه، ده وويل كه د تراجيدي پر ځاى غميزه او يا يې بل پښتو انډول لغت واى ښه به و، ده راپور د � �يري ستايني وړه وباله. ښاغلي سيدحبيب الله روحاني بيا په راپور كي دې ته ګوته ونيول چي په تېره غونډه كي ښاغلي عبدالاحمد محمديار د ارواښاد كانديد اكاډمېسن محمد انور نوميالي د ژوند په اړه څه نه وه ويلي خو په راپور كي دا خبره راغلې وه. ښاغلي محمديار د ښاغلي روحاني د خبري پخلى ونكړه،او ويې ويل چي ما د ښاغلي نوميالي د ژوند په اړه خبري وكړې.همدا ډول ده راپور د ستايلو وړ وګاڼه. خو ښاغلي درمل بيا د � �اپور له ليكوال څخه ځيني خبري هيري سوي و بللې، ده وويل چي ښاغلي محمديار  د ارواښاد نوميالي تر څنګ دوست شينوارى او نور ليكوال هم ياد كړل چي په كلتور پوهنه او ټولنپوهنه كي يې كار كړى د� �. تر هغه وروسته ملګرو فيصله وكړه چي كره كتنه دي همدانن وسي. ښاغلي محمديار ته بلنه و� �كړل سوه چي د ښاغلي سيدشاه سقيم پر شعر كره كتنه واوروي. تر كره كتني اورولو وروسته همدا كره كتنه د ملګرو تر كره كتني لاندي راغله. ښاغلي حكمت الله سروش په شعر كي د ګراني كلمه تكرار خوندور ونه بل� �، ده وويل ځيني توري چي تكرار سي نور هم خوند كوي، خو دا كلمه تكرار په شعر كي ماته خوند نه � �اكوي. ښاغلي استاد مهدي خليق بيا د ګراني كلمه په شعر كي تكرار د شاعر اړتيا وبلل او هم يې وويل چي � �اعر كه يوه كافيه د شعر په پيل كي راوړي، شاعر مجبور دى چي هغه د شعر تر پايه ساتي.  ښاغلي سعيد زابلي د ښاغلي سروش نظر رد كړه او د هغه دا ډول نظر وركول يې ښه ونه بلل او هم يې د ګراني كلمه تكرار خوندور وبلل، ده وويل د شاعر زړه بايد مات نسي دا داسي مانا لري لكه يو څوك چي يوه لويه ماڼۍ جوړه كړي او ته يې وغندې او بد ورته ووايې، ده زياته كړه چي نوموړې كلمه په هر بيت كي په بېل انداز راغلې ده او د شعر ښكلا يې زياته كړې ده. ښاغلي خليق د ښاغلي سروش د نظر پخلى وكړ او ويې ويل: چي نوموړي ښه نظر وركړ، ځكه دى ځانته دليل لري، همدا ډول ده د ښاغلي زابلي خبري ته په اشارې سره وويل، موږ بايد د چا نظر رد نه كړو، هر څوك نظر څرګندولاى سي، بيا يې نظر ته ګورو او دى هم پېژندلاى سو. وړوكي ښاغلي عبيدالله تسل هم د ښاغلي سروش نظر ښه وباله. ښاغلي درمل ته كه د ښاغلي محمديار كره كتنه په دې په زړه پوري وه چي نوموړى د شعر پر تخنيك ږغېدلى و، نو له بل اړخه يې بيا كره كتنه تر غوبار لاندي او څه نيمګړې هم وبلل، د ده په نظر چي كره كتونكى تر ځينو بيتو غورځېدلى هم و او كره كتني يې د سريزي ډول خپل كړى و، ده وويل زه د ښاغلي محمديار د دې خبري سره م وافق نه يم چي ده د كره كتني لپاره وخت نه دى پيداكړى نو دا ډول كره كتنه يې كړې ده، دى بايد كره كتني ته  زيات وخت وركړي.همدا ډول  ده د كره كتونكي يوازي د شعر ستاينه پرځاى و نه بلل او په شعر كي يې ځيني ستونزي هم ليدلې، لكه شونډان، ښاغلي درمل زياته كړه چي شونډان شاعرانه نه دي، رواني نه لري او كه يې پر ځاى شونډي ويل سوي واى شاعرانه به وې او شونډي شاعرانه دي. كره كتونكى هم په دې نظر سو چي شونډان شاعرانه نه دي. ښاغلي عبدالواسع هڅيال د ښاغلي ډاكتر عبدالزاق پالوال د كتاب څخه په ماخذ راوړلو سره وويل چي  شونډان په پښتو كي نسته، يوازي شونډي سته. ښاغلي خليق د ښاغلي درمل د خبري د پخلي په موخه وويل چي شونډان بندوالى لري او بايد په شعر كي داسي څه ونه كارول سي چي شعر بدخونده كوي. ښاغلي زابلي بيا شعر بې منطقه وباله او ويې ويل چي په شعر كي منطق نسته، چي تا نو ولي دا كلمه كارولې ده، ده زياته كړه شونډان په شعر كي راتلاى سي، شونډان يوه لهجه ده، زم وږ په سيمه (زابل) كي شونډي نه ويل كېږي شونډان ويل كېږي. وروسته وار مشاعرې ته ورسېد چي دې ښاغليو په كي شعر ونه واورول: ظاهرجان پاڅون، احمدالله عباد، حاجي عبدالرزاق شيرزاد، حكمت الله سروش، اح سان الله درمل، سيد حبيب الله روحاني، سعيد زابلي، عبدالقيوم مينه وال، جاويداحمد تنوير، علي احمد حقمل، احسان الله جرس او نعمت الله منظور. د غونډي مېلمه ښاغلي عبدالخليل ښاد ته بلنه وركړل سوه چي د غون� �ي په اړه خپل نظر څرګند كړې. ده په خپلو خبرو كي له ملګرو غوښتنه وكړه چي بايد پر وخت راسي او هم م طالعه وكړي. تر ده وروسته د غونډي مشر ښاغلي استادمهدي خليق ته وار وركړل سو چي غونډه و ا� �زوي. د تنكيو ځوانانو خبري، نظرونه او د حالاتو ستونزي د دوى په شعر كي ده ته غونډه په زړه پوري كړې وه ده وويل، ماته غونډه په دې خوند راكوي چي دلته تنكي ځوانان خبر كوي، زه كوښښ كوم چي د دوى خبري واورم، دا زم وږ لپاره يو سبق دى، ده غوښتنه وكړه چي مشران بايد ځوانان وهڅوي چي  زده كړي ته مخه كړي او تر څنګ يې مطالعه  هم وكړي. د استاد مهدي خليق تر خبرووروسته غونډه د روژه مات وخت نيژدې پر د يوې دعايې په ويلو پاى ته ورسېده. ",د روهي ادبي بهير ۲۹مه غونډه جوړه شوه 5336,,"                               & nbsp;     د قرآنكريم معجزه ژباړه نجيب الله عليزى/هلمند   د امريكا نړيوال تجارتي مركز چي په د نيويارك ښار په ((جُرُ ف هار)) سيمه كي يې پر ۱۰۸ او ۱۰۹ نمبر سړك موقعيت درلودئ، د ۲۰۰۱ كال د سپټمبر پر ۱۱مه دوې الوتكي پكښي ووهل سوې چي له امله يې دواړه تعميرونه ونړېدل او په زرګونو كسان پكښي ووژل شول. د دغي پېښي وړاندوينه ۱۴۰۰ كاله وړاندي په قرآنكريم كي په دې ډول شوې ده:   افمن اسس بنيانه، على تقوا من الله و رضوان خيرٌ ام من اسس بنيانه، على شفا جُرُف هار فانهار به، في نار جهنم والله لا يهدي القوم الظالمين (۱۰۹) لا يزال بنيانهم الذي بنواريبة في قلوبهم الا ان تقطع قلوبُهُم والله عليمٌ حكيم.",د سپټمبر د ۱۱ مي په اړه د قرآنكريم وړاندوينه 5337,ګل اغا احسان - کندهار," ټولونه : ګل اغا احسان - کندهار د خير او برکت داسي يوه شپه ده چي تر زرو مياشتو څخه هم بهتره ده؛ دا شپه د روژې(رمضان) د اخرو لسو طاقو شپو څخه يوه ده چي په اړه يې ډېر څه بيان سوي دي؛ خو د نزهة المجالس د يو بزرګ له بيان څخه چي پخپل ټوله عمر کښي ورڅخه بې برخي سوى ندى داسي لارښوونه کوي: که د روژې لومړۍ ورځ شنبه وه نو د قدر شپه د درويشتم (۲۳) (23) شپه ده .که د روژې لومړۍ ورځ ۱شنبه وه نو د قدر شپه د نهه ويشتم (۲۹) (29) شپه ده .که د روژې لومړۍ ورځ ۲شنبه وه نو د قدر شپه د يوويشتم (۲۱) (21) شپه ده .که د روژې لومړۍ ورځ ۳شنبه وه نو د قدر شپه د اوويشتم (۲۷) (27) شپه ده .که د روژې لومړۍ ورځ ۴شنبه وه نو د قدر شپه د نهه ويشتم (۲۹) (29) شپه ده .که د روژې لومړۍ ورځ ۵شنبه وه نو د قدر شپه د پنځويشتم (۲۵) (25) شپه ده .که د روژې لومړۍ ورځ جمعه وه نو د قدر شپه د اوويشتم (۲۷) (27) شپه ده . د قدر شپې دعا: اَللّهُمَّ اِنَّکَ عَفُوُّ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّيْ . د تسبيح نفلي لمونځ: د تسبيح لمونځ کول مستحب دي چي ثوابونه يې ډېر زيات دي؛ تر داسي اندازې چي الله پاک ددې لمونځ په اداء کولو سره د خپل بنده ټول ګناهونه معافوي؛ که ممکن وي نو په هره ورځ/هره اوونۍ/هره م ياشت/هر کال/ټوله عمر کي يو ځل خو دي نو اداء کړل سي؛ د تسبېح لمونځ يې ځکه بولي چي (۳۰۰) درې سوه واره تسبيح په کښي ويل کيږي؛ هغه تسبيح داسي دي: سُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ لِلهِ وَ لَا اِلَهَ اِلَّا اللهُ وَاللهُ اَلکْبَرْ . دا تسبيح په هر رکعت کي (۷۵) پنځه اويا واره ويل کيږي چي د څلورو رکعتونو مجموعه يې درې سوه کيږي دا لمونځ که په يوه نيت سره څلور رکعته وسي بهتره ده؛ خو دوه-دوه رکعته کول هم صحي دي ترتيب يې: د تسبيح لمانځه نيت تړل + ثناء (سبحانک اللهم ...) + پنځلس (۱۵) واره تسبيح ويل + اعوذباالله...، بسم الله... او سورة فاتحه (الحمد لله ...) + سورة يا څو اياتونه + لس (۱۰) واره تسبيح ويل + رکوع: تر سبحان ربي العظيم وروسته � �س (۱۰) واره تسبيح ويل + ولاړه: تر تسميع او تحميد (سمع الله لمن حمده + ربنا و لک الحمد) وروسته لس (۱۰) واره تسبيح ويل + سجده: تر سبحان ربي اعلي وروسته لس (۱۰) واره تسبيح ويل + ناسته: له سجدې څخه چي راپورته سي د سجدو د منځ په ناسته کي لس (۱۰) واره تسبيح ويل + دوهمه سجده: تر سبحان ربي اعلي وروسته لس (۱۰) واره تسبيح ويل + د رکعت پاى ... همداسي نور پاته رکعتونه يادونه :د تسبيح حساب او شمار د ګوتو پر سرو نه کيږي بلکي ګوتو ته په فشار ورکولو سره دي حساب ياد وساتل سي؛ که په منځ کي کوم ځاى د تسبيح حساب هېر سي نو هغه دي په سجده کي پوره کړل سي خو که يې په اوله سجده کي له ياده ووځي نو په دوهمه سجده کي دي پوره کړل سي. هغه څوک دي خوښ اوسي چي عمل ليک(عملنامه) يې استغفار پر سر اخستى وي: اَسْتَغْفِرُ اللهَ وَ اَتُوْبُ اِ� �َيْهِ . درود شريف مبارک چي يو وار(۱ ځل) ويل يې د لسو لکو وارو ويلو ثواب لري : اَل� �َّهُمَّ صَلِّ وَ سَلِّمْ وَ بَارِکْ عَلَي سَيَّدِنَا مُحَمَّدٍ وَّ عَلَي اَلِهِ کَمَا لاَ نِهَايَةَ لِکَم َالِکَ وَ عَدَّ کَمَالِهْ . هغه خوند چي په عفوه کي دى په انتقام کښي نسته . (نزهة المجالس، الح اديث/متفق عليه) ",دقدر شپه (ليلة القدر) :: ټولونه : ګل اغا احسان 5338,دولت وزیري," افغانان که بل څه فکر کا ناپوه دی              بی له توری خلاصی نشته په بل کار  وسله وال پوځ د یوه هیوادتر ټولو ستره پانګه ده او په ټول ملت پوری اړه لری . دا ځکه چی وسله وال پوځ په هغو پیسو تم ویلیږی چه د یوهیواد خلک يی د ماليی په توګه دولت ته ورکوی ٠ د یوه ملت غوښتنه د وسله وال پوځ څخه روښانه ده او هغه د کورني امنیت ټینګول ،د اساسی قانون او نورو قوانیو رعایت او حمایت، د بهرني یرغل شنډول، د رغونی او جوړونی لپاره د ښو شرایطو برابرول دی ٠پورتنۍ دندی هغه وسله وال پوځ سر ته رسولای شی چی د ښی ښوونی او روزنی څخه برخورداره وی، منظم ، دښه انظباط ،دسپلین او په ښو وسلو سمبال او د هیواد تر ټولو ښه او په هیواد مین کسان پکی را ټلو شوی وی٠ټول منسوبین يی د سیاسی پوهی لرونکی او د هیواد د دوستانو او دښمنانو د پیژندلو قابیلیت و� �ری . د وسله وال پوځ تشکیلات باید د نننی عصر او زمانی د شرایطو سره برابر او ټول لازم ټولګی پکی ځای په ځای شوی وی ٠ د وسله وال پوځ ډیره غښتلی برخه اردو جوړوی،د اردو تشکیلات هم د یوی مدرنی اردو په څیر باید د وخت د اجاباتو ځواب وویلی شی ٠د بیلګی په توګه اردو باید د ملی دفاع وزارت قرارګاه ،د ستردرستیز قرارګاه او محاربوی ټولګیو ټول اړین صنفونه ولری،چه په دی صنفونو کی پلی،زغره وال ،توپچی او راکټ، سرحدی ، هوائی او دافع هوا � �طعات راتلای شی٠ستردرستیز او قرارګاه ئی چی د جګړی لپاره د جزو تامونو اماده کول ،د جزوتامونو د جګړه ایز � �ابلیت پورته بیول ،د جګړه ایزو فعالیتونو اداره او پر مخ بیولو دنده په غاړه لری باید ډیره غښتلی او په راس کی ئی مسلکی او پوه کدرونه ځای په ځای وی ٠ننی وسله وال پوځونه د اوسنۍ زمانی د ډیرو پیچلو جګړه ایزو فعالیتونو له مخی دا اجابوی چی د وسله وال پوځ لپاره ښوونه او روزنه ډیره اړینه ده٠ د ښوونی او روزنی لپاره د ښوونیزو م� �کزونو ،کورسونو، حربی ښوونځی او حربی پوهنتون لرل ډیر ضروری دی٠د مسلکی افسرانو او کدرونو روزل د پوځ لپاره حیاتی اهمیت لری٠او همداسی وسله وال پوځ بايد په ډیرو عصری وسلولکه سپکی ټوپکی،ماشینګړی،سپک راکټونه توپنچی،لاسی بمونه،هاوانونه هوا ضد سپک راکټونه،د انتقال وسایط،نږدی او لیری واټن ویشتونکی توپونه ، � �یاکتیف توپچی ،راکټ، ټانکونه،محاربوی مشینونه ،زره پوښونه ،د دافع هوا توپچی او راکټونو محاربوی او ت� �انسپورتی الوتکو او چورلکو سمبال وی .  اوس چی د بن د پریکړو څخه څه نا څه پنځه کاله تیر شوی ګورو چی زم ونږ وسله وال پوځ په کومه مرحله کی دی٠ که چیری لاندینيو پوښتنو ته ځواب مثبت وی نو وسله پوځ مو په هر وخت او هر ډول شرایطو کی د هیواد ساتنی ته چمتو دی او که چیری ځواب منفی وی نو بیا د ملا نصرالدین د دیګ خبره ده چی دیګ د ونی په سر او اور تری لاندی بلیده او میلمانه يی د خوړلو په تمه ناست وه٠ ٠١ ايا د ښووني او روزنې لپاره نظامي ښوونځۍ او نظامي پوهنتون وجود لری ؟ ٠٢ ایا د ستردرستیز او قطعاتو په راس کی مسلکی او کار پوه نظا میان ځای په ځای شوی دی؟ ٠٣ ایا د اردو قطعات مو په اړینو وسلو سمبال شویدی او که د ستر جنرال ښاغلی عبدا� �رحیم وردک خبره ده چی د ناتو غړو هیوادو مشرانو ته ئی په بروکسل کی کوله چي اردو مو په پخوانیو راپاتی شوو زړو وسلو سمبال او عسکر مو نظامی لباس هم نلري ؟ ٠٤ ایا وسله وال پوځ مو زغره وال ګاډی ،ټانکونه او زره پوښونه لری؟ ٠٥ ایا توپچی قطعات مو نوی او عصری توپونه لری او که په هماغه زړو او له کاره لویدلوتوپونو سمبال دی؟ ٦. ايا هوايی او د دافع هوا قطعات تشکيل شوې دي؟ البته ځواب به دا وی چی د یوه وسله وال پوځ جوړول ډیر پیاوړی اقتصاد غواړی او زمونږ هیواد ډیر بی وزله او د یوه مدرن وسله وال پوځ د جوړولو توان د اوس � �پاره نلری٠ خو خبره په دی پای ته نه رسیږی هغه ځکه چی نړيوالی ژمنی ،زمونږ د رهبرانو وعدی او د هیواد کړکیچن حالت دا اجابوله چی د پنځه کالو په موده کی زمونږ اویا زره پوځ جوړ شوای وای٠په هیواد کی نا اعلان شوی جګړه ،و� �انی ،وژل، ترور، د ښوونځیو سوځول،د پلونو او کروندو له منځه وړل ادامه لری، د هیواد ټول خلک ورته په رڼو سترګو ګوری ځکه چی یو پیاوړی وسله وال پوځ نه لری او بهرنیان هم زمونږ د ځمکی د جوړښت سره نا اشنادی او د بلی خوا د هیواد د رسم ورواج سره هم بلد ندی٠ د ټولو سترګی د ناتو او نورو بهرنیو هیوادونو عسکرو او مرستو ته نیولی دی څه ښه وائی چی؛ که کوم هزار هزار دوعا نه رقیب مری نه یار کوی وفا زما وړانديز دادی چی لاندی څو ټکو ته دی پاملرنه وشي؛ ٠١حربی ښوونځی او حربی پوهنتون دی فعال شی٠ ٠٢ټول هغه افسران چی عمری له پنځوسو کالو لږ وی پوځ ته جذب شی٠  ٣ـ په پوځ کی دی د ټولو قومونو تناسب مراعات شی٠ ٠٤ هر افسر او سرباز ته دی لازم معاش وټاکل شی٠ ٠٥ سیاسی ښوونه او روزنه دی د اسلام د سپیڅلی دین په رڼا کی رواج شی٠  ٠٦ اردو ته دی په هیواد مین او د یوه قرارداد له مخی د یوی ټاکلی مودی له پاره کسان جذب شی٠ ٧ ـ د ملی اردو په ټولو څانګو په ځانګړی توګه د ستردرستیز په چوکاټ کی دی پوه او مسلکی کسان وګمارل شی٠ ٨ ـ پلی قطعات دی په ډیرو عصری وسلو او زغره وال ټولګی دی په بيړني توګه جوړ او په زغره والو ګاډو دی سمبال شی٠ ٠٩ توپچی قطعات دی په نوی او عصری وسلو سمبال شی٠  ٠١٠ هوائی او د دافع هوا قطعات دی تشکیل ، په الوتکو او چورلکو دی سمبال � �ی٠ ٠١١ د مکافاتو او مجازاتو تعلیمنامی دی تدوین شی٠ ٠١٢ د عسکرو لپاره دی ښونیز مرکزونه جوړ � �ی٠ ٠١٤ د متحده ایلاتو د هغه ١،٥ میلیارده ډالرو چی د مرستی په توګه ئی ژمنه کړی ده اعظمی ګټه پورته � �ی٠ ٠١٥ د پوځ لپاره دی نوری مرستی جلب شی٠ ٠١٦ په خبری رسنیو کی دی د وسله وال پوځ د تشویق له پاره � �وی کمپاین پیل شی٠ ٠١٧ په ملی تلویزیون او رادیو کی دی د وسله وال پوځ له پاره ځانګړی پروګرام پیل � �ی٠ ٠١٨ نظامی نطاقان او خبریالان دی استخدام شی٠ د وسله وال پوځ د جوړولو پروسه که شخصاً د اعلی سر قوماندان لخوا کنترول شی ښه به وی٠ په پای کی د یوه پیاوړی وسله وال پوځ په هیله٠  دولت وزیری له برتیانیا څخه  ",وسله وال پوځ ( دښاغلي دولت وزیري لیکنه ) 5339,ممتاز ارمان," دتخنيکي ستونزو له کبله دغه راپور بېنواويبپاڼي ته ناوخته راورسېد، له دې کبله زموږ بخښنه ومنی م متاز ارمان - ډنمارکدهيواددنامتوتاريخپوه او مبتکرليکوال ارواښادکانديد  اکاډيميسين استادمحم دانورنوميالي جنازه دجمعې په ورځ،داکتوبرپرديارلسمه هيوادته ولېږل شوه. دهيوادپرلورترروانېدودمخه، دخدای بخښلي استاد دجنازې سره دوروستۍ وداع اودهغوی ارواته ددوعاګانواوپېرزوينودوړاندې کولوله پاره يولړم� �اسم هم ترسره شول.په دغومراسموکې چې البورګ په سهيلي روغتون کي ترسره سوه دارواښاداستاددکورنۍدغړواوخپ� �وانوبرسېره ګڼ شمېرډنمارک مېشتوفرهنګېانو،فرهنګپالو،روڼ اندواودهغه دعلمي ـ اکاډيمېک شخصيت مينه والوګ� �ون  کړی و،لومړی دښاغلي مولوي محمدعمرپه امامتۍ دجنازې لمونځ اداشو،ورپسې ښاغلي دوکتوربادام شفق داستاددژونداواثارواوپوهنيزوخدمتونوپه باب خپله ليکلي ويناواوروروله،دهغه له خواترسره شوي علمي خدمتونه ېي ارزښتمن اودهغه مړينه ېي دهيواددعلمي اوټولنيزوبنسټونوله پاره ستره بايلنه وګڼله ،ښاغلي پوهنمل حاجي مح مدنوزادي دنوروعلمي خدمتونوترڅنګ داستاددشاعرۍ برخه هم درنه اودقدروړوارزوله اواستادېي په پښتوکې دروسي و� �سي شعري ژانر«بڼې»دبنسټوال په توګه يادکړاودهغه« تخنونې» ېي خوندورې اواغېزمنې وبللې اوداستادپه مرګ ليکلې م� �ثيه ېي هم واوروله ،ورپسې ښاغلي توکل شاه همکاردډنمارک په کالن کې دمېشتوافغانانوپه استازولۍويناوکړه استادېي دهيواددڅوګوتوپه شمېرتاريخپوهانوپه کتارکې يوژوراودقيق څېړونکی وګاڼه اودهغه دمرګ له بابته پيدا� �وې تشه  اوغم ېي ستروبلل ،بېادڅارندوی پخواني افسرښاغلي‏ سمونوال رفيع الله مصلح ،دخدای بښلي استاددکورنۍ په استازيتوب،په مراسموکې دګډون اوغمرازۍ په خاطر،برخه والوته ښه راغلی اوکورودانی ووايه اوپه دغومراسمو کې ېي دګډونوالو ونډه وستايلهددغومراسمويوشمېربرخه والودارواښاداستادپه باب خپلې خاطرې اويادونې هم په هغه کتاب کې ولېکلې چې دخدای بخښلي دکورنۍ له خواورته ځانګړی شوی و..دغه مراسم چې دسهار په نهوپېل شوي وو،دښاغلې � �اري عبدالوحيدله خوادسپېڅلي څښتن دسپېڅلي کلام دڅواياتونواودارواښاداستادروح ته ددوعاېي په لوستلوسره ت� �غرمې مخکې په لس نيمې بجې پای ته ورسېدل.اوشېبه وروسته دډېروويرجنواونمجنوسترګوله منځه داستاددجنازې لېږدونکی موټردکوپنهاګن دهوايې ډګرپرلوروخوځيد ***دالبورګ له سهيلي روغتونه دکوپنهاګن تر نړيوال هوايي ډګ� �ه له څو ساعته يونه وروسته ګاډی د ژمني سره سم دهغو غمجنو تر څنګ ودرول سو چي داستاد سره دخدای په امانۍ دکوپنهاګن ، شاوخوا ښارونو او دسويډن دمالمو څخه راغلي او دهوايي ډګر تر څنګ په ټاکل سوي ځای کي داستاد دجنازې لېږدوونکي ګاډي ته سترګي په لار وو .دانتظار کوونکو له منځه ښاغلي نصير سهام دافغانانو دسراسري شورا په استازيتوب ويناوکړه استاد يې د ټولو ګډ او مهربان دوست وباله ، او داستاد په مرګ يې خپله او د شورا دغړو ژو� �ه خواشيني څرګنده کړه ، ورپسې دسويډن په مالمو کي دمېشتو روڼ اندو په استازيتوب ښاغلي محمداقا شېرزاد وينا وکړه  او ارواښاد استاد يې يو ځير ، ژور او با صلاحيته ټولنپوه وباله او دهغه استاد يو څو خاطرې يې بيان کړې . بيا نامتو ورځپاڼه ليکونکي ښاغلي محمديوسف هيواددوست دافغانستان د فرهنګ ټولني او دخپلواکۍ دفرهنګي مرکز په استازيتوب خپله وينا واوروله . نوموړي دارواښاد استاد تر سره کړي علمي او څېړنيز خدمتونه خورا ستر وبلل  او هغه يې يو نه هېرېدونکی ليکوال او ټولنيز شخصيت وباله . ورپسې ښاغلي سمونوال رفيع الله مصلح دخدای پامانۍ او غمرازۍ دمراسمو  دغو قدرمنو ګډونوالو  ته هم کورودانی ووايه  او له هغوی نه يې د استاد په باب دهغوی د نيکو نظرياتو او دهغه د مرګ په غم کي دارواښاد له کورنۍ سره دهغوی دغمرازۍ په وجه مننه وکړه . دمراسمو دادوهمه او وروستۍ برخه  دهيواد د وتلي فرهنګي او صوفي شخصيت استاد عبدالرحمن رحماني له خوا دارواښاد استاد ( نوميالي ) روح ته ددعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده .طمع او هيله ده چي استاد جنازه هيواد ته  تر رسېدو وروسته  دخپلو فرهنګيالو او ننګيالو په بدرګه  په ډېر عزت او درنښت په خپل پلرني ټاټوبي کي خاوروته وسپارل سي . اروا دي يې ښاده وي . ",ډنمارک :دارواښادنوميالي سره د مخه ښې بشپړ راپور 5340,هارون خپل," دلته لمر تندر  نيولیپر سپوږمۍ پرده لوېدلېستوري پټ دي په غوبا� �کيغرونه سره، ډاګونه سره ديکلي سره، ښارونه سره ديپه ولو او دريابو کيد انسان ويني خوټيږيد نف� �ت، کينې لمبې ديلوند او  وچ  ټول پکښي سوځي  دلته سترګي نابينا ديد ظُلمت په تيارو پټي د� �ته  نه اوري غوږونه د شېطان  او نوس له زوره  دلته زړونه له ډبرود خودۍ په زهر لړليد ژوندون اروا وتلې د هستۍ ډېوه مړه سوېدلته قام بې ورور  وخورهيتيمچک بې پلار، مورهقافله  ده بې مهاره بې مخکښه، بې سالارهکنډ،کپروکي روانهد نېستۍ پر لوري درومي دغه زما خاوره،  وطن دیدغه زما جنت، ګلشن دیهارون خپل   ",زما وطن 5341," ولي شاه طبيب/کندهار","  ياقوت لالاچي دمنځني وني خاوند و همداډول په عمرهم دڅلويښتو پورته ښکاريد ، ښه اوږده شناوۍ ګڼه ږيره يې درلوده ،تندی به يې هميشه دګونجوډک و ،دمخ پر راسته باړخويې دکالدانې داغ لکه دافريقا نقشه دورايه ښکاریده ،مغزی يا اورميږ يې ډير لنډ وو ته به وايې چي سريې په اوږوپوري نښتی دی، کله کله چي به يې وخندله نوژړاوږده غاښونه به یې ښکاره سوه ،که څه هم مسواک يې ډي� �کاروۍ خونصواريې هم ډير خولې ته اچول . ياقوت لالا  دښارپه يوه بازارکي دوکانداري کوله ،دې بازار ته زيادتره داطرافو خلک دسودااخيستلو لپاره راتلل ،ياقوت هم دپاخه ښکاري په شان په خپل دوکان کي ډول ډول شيان ايښي وه ،دکالو دټوکرڅخه نيولي بياتر واسکټه ،کلوښي ،لونګۍ ، ټغراوکمبلو پوري موجودوه ،خ� �يدارچي به یوځل دياقوت په لومه بندسو نوبيا خلاصيده يي نه وه ،ياقوت داسي خوږه ژبه درلوده چه درانيونکي پام� �رنه به يې سمدستي ځان ته راواړوله .ښه ټينګ روغبړ به یې ورسره وکی ،هغه به يې مجبوره کی چي دوکان ته راوخيجي ،ک� �ه چي به خريدار دوکان ته راپورته سو نودياقوت لالا ښکار به تيار و اوپه زړه کي به يې وويل چي په لاس خو راغی هسي مفت خوولاکه څخه خلاص سي  ،بیا نو یاقوت ددوکاندارۍ مختلفي نسخي کارولې ،داط� �افي خلکوسره به يې داسي راسه درسه کوله ته به وايې چي همدا اوس هم په کلي کښي ناست دی . نن يې همداسي يو ښکار دوکان ته راخېجه ولی ؤ او داسي يي ورته وويل : هغه حاجي دغه  اوهو.. نوم يې راڅخه هيرسو عجبه ښه نوم يي دی ، په کلي کي باغ هم لري  خوراغښتلی سړی دی ،په دي ډول کليوال بيچاره به دکلي ديوه کس نوم واخيستی چه حاجي به هم - و او باغ به يي هم درلودی . - هغه حاجي پيرو اکا ښيي ؟ - هو دبلا دي هير سي زموږسره ، هغه زما تردوکان نه تيريږي هرڅه چي يي په کورکي ويني ددغه دوکانه يي وړي دي ، حال داچه داټول به چل اوول ؤ او دخريدار راټينګول ؤ،ياقوت دورځي څلورپنځه داسي بيچاره سپين پوښه داطرافو کسان په لومه بندول . خصوصاَ دروژې دمبارکي مياشتي په اوږدوکي به نو ياقوت لالا ټول تاکتيکونه په کار اچول ،دسړک په ها خواکي به يي په خريدار پسي کتل . په دې نېکه مبارکه مياشت کي به يي خپل ټول دکلوکلوبيکاره اجناس وچلول . داننیی خريدار يې چي دوکان ته راپورته کړی ؤ داسي يې وبوله چه نور نو دياقوت دمنګولو څخه نه سوای خلاصيدای ،ياقوت دهرچا لپاره نسخه درلوده دښار دخلکولپاره جلا نسخه او داطرافي لپاره بيله نسخه. ـ آ ښه حج ته تللی يې ؟ ـ يا نصيب مي نه دی سوی . ياقوت ډيرخفګان ښکاره کړ ، وويل ياره ت� �دي خريداری خودي حج ضرور دی ،دادنيا خوبقا نلري ولي خطاوتلی يې . خریدار به چرت وواهه چه ياره پرعجبه مومن پيښ سوی يم اودابه يي  دځانه سره پريکړه وکړه چه ټوله سودا به ددي مومن ياقوت لالا څ خه اخلي ، ياقوت به خپل ښکار ته ښه متوجه ؤ چه ايا نسخي کارکړی دی که بله نسخه په کار واچوي .  ـ آ ښه نو چي سوداکوي راته ووايه چه څه شي اخلي ؟ اطرافي بيچاره و� �ته وويل چه داختر دپاره کالي زما اودزامنو لپاره ،دري داني واسکټه ، لونګۍ ، دوي دانې سطرنجي اوڅه نور ميده � �يان اخلم . ياقوت لالا چي زړه يې باغ باغ کيدی وویل چي ښه دی هرڅه سته مه وارخطاکيږه ،اوس مي نو دغاړي سوې په هرډول چه وي ستا کار درکوم ته دادعاکوه چي هغه زما زوی رانسي چه هغه ډير بې انصافه دی ( حال داچه ياقوت زوی نه درلود) ، پر ما دي يوغيران حرام دی ، رشتیاهم  غيران خواوس رواج هم نه  ؤ  اودده لوړه هم پرځای وه  اوبیا ياقوت خو به داسي خپل ژړ غاښونه دخريدارپه غوښوښخ کړي وه چي يو په يوه ګټه يې نه وای کړې زړه يې تورؤ.  ـ هاښه اول به دي دکالو غم وخورم ،دلته مي يوټوکر پټ ساتلی دی ،هم ستا وړدی هم دي دزامنو ، په داسي حال کي چه هغه ټوکر کوم چه دکلونو راهيسی پروت ؤ او خریدار يې نه درلود � �اوخيست . پوهيږې دالکه هغه کابلی ميکس چي هرڅونه يې مينځي نور هم سميږي ، ددوستۍ درته وايم که نه پرما حق نه ل� �ي چي درته ووايم په هره جوړه کالوکي يومتر اظافه واخله  ،داښه ټوکر دی ننوزي . اودادرته وايم چي هرشی چي ته رانيسي په خپل اصلي بيه درکوم دروژې په خاطر ګټه نه درباندي کوم ،اخرت لرم ، مسلمان يم اودخدايه بيريږم. ياقوت لالا به نو فلزي متر په ټوکره کي واړوی راواړوی ، او دهرمتر په اړولو به يې خپله يوپه يو ګټه سنجوله . دټوکره وروسته يې دستي سطرنجي ورته راوخيسته ،خريدارته يې وويل ونيسه دايوسريې ته ونیسه ،بل سر يې ياقوت ددوکان پای ته کش کړ او سطرنجي يې  ورته خلاصه کړه اوویل :داد اګريي سطرنجۍ په کمه نه ده ،زما په کورکي هم داغه سطرنجي هواره ده ، نه دوړه اخلي او نه يې رنګ ځي . درې سطرنجۍ يې پر پيچاره په لوړه بيه خرڅي کړې ،په داسي حال کي چي سطرنجۍ يې ورکتولې،کليوال ته يې وويل چي دنصوارو عمل لرې؟ ـ هونصوار کوم ـ اوس خوروژه ده دانصوار دي زما دبلي ته واچوه داحتماَِ لاسي نصوار دي دادبازار نصوار خوهيڅ شی نه دي ،اطرافي سړي  هم خپل ډبي دياقوت په ډبي کي ورخالي کي ، پراطرافي خريدار يې لونګۍ اوکلوښي هم خرڅي کړې . هغه دخلکوخبره داطرافي سړي کوريې په دې مبارکه مياشت کي و� �خراب کړ .دخدای په امانۍ په وخت کي يې ورته وويل چه بخښه به سره کوو دعاوي راته کوه . ياقوت ډير يوکنجوس سړی ؤ ،په خلاصه خوله کي  دده پردوکان ډيرنادره چای دمېدلې ،کله چي به يې دهمسايه دوکاندا� �انو داشتوپ پوښهاری واوريدی نو به دچای دپيالې سره بيا ولاړؤ ، ويل به يې داستاسو عجب ښې چای دي داچيري رانيسی ؟ همسايه دوکانداران دکنجوس ياقوت سره بلد و،ورته به يې وويل چي چای دې واخله ته داچای نه سې رانيولای ،داووايه چي دخريدار پرهډ دي چاړه ودرول اوکه دي څه ورپرېښول ؟ ياقوت به ورته وخندل اوژړکاږه غاښونه به يې � �اښکاره سوه او دګرموچايوپياله به يې دوکان ته يوړه .   ",ياقوت لالا 5342,," فرزان/کندهار   په کندهار کي د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونه وايي تېر ماځيګر د کندهار ولايت په ژړۍ ولسوالي کې د يوې نښتي په پايله کي د آيساف دوه سرتېري وژل شوي او درې نور يې ټپيان شوي دي. د کندهار په هوايي ډګرکي د � �يساف ځواکونو وياند ميجر موريل نن سهار بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي د دوى ځواکونه د پاشمول په سيمه کي د ګزمې په حال کي وه چي د وسلوالو طالبانو د سپکو وسلو تر بريد لاندي راغلل . ده وويل د دوى ځواکونو هم تر بريد وروسته ځوابي ډزې کړي او له هوايي ځواک څخه يې مرسته غوښتې ده  خو د م خالفينو د ځاني زيانونو په اړه د م ګړى معلومات نه لري . د موريل د معلوماتو له مخې، د ايساف ټپي شوي سرتيري د دوى مرکز ته د درملنې لپاره وړل شوي  او روغتيايي وضعه يې ښه ده  .  بل خوا ته طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي چي په دغه پېښه کي يې زيات شمېر بهرني سرتيري وژلي او ټپي کړي دي .خو دقيقه شمېره يې ياده نه کړه. دوه ورځې مخکي د کندهار ښا� � په پنځمه ناحيه کې د يوه ځانمرګي ب� �يد په پايله کې هم د ناټو يو سرتېرى وژل شوى او يو تن يې ټپي شوى وو. په کندهار ولايت کې د ناټو په مشرۍ د ايساف ٢٣٠٠ کاناډايي سرتې� �ي مېشت دي . ",په كندهار كي د ايساف ٢ عسکر مړه او ٣ ټپيان شوي دي 5343,," يو ايټالوى خبريال او عکاس د افغانستان په جنوب لوېديځ کې لادرکه شوى دى. د طالب جنګياليو وياند قاري يوسف ويلي چې نوموړى خبريال د دوى کسانو نه دى تښتولى. ايټالوى خبريال تېره پنجشنبه د هلمند د لښکرګاه او د کندهار د ميوند ولسوالۍ ترمنځ سيمه کې د پنځو تنو ناپېژاندو کسانو له خوا تښتول شوى دى. د هلمند ولايت امنيتي چارواکي نه مني چې نوموړى د دوى په سيمه کې تښتول شوى دى. له دې وړاندې نوموړى خبريال په هلمند کې دوه ځلې دولتي چارواکو هم نيولى وو. ويل کېږي د ژيړې ږيرې او اوږدو وېښتانو ايټالوى خبريال جبرئيل ٣ اونۍ وړاندې له كابل څخه د هېواد جنوب لوېديځ ته تللى وو. ",يو ايټالوى خبريال په افغانستان کې لا درکه شوى دى 5344,," فرزان/كندهار   د کندهار ولايت امنيتي چارواکيو  ۱۳۵ تنه هغه افغانان چې د تلي پر٢١ مه په سپين بولدک کې ورته د پاکستاني امنيتي ځواکونو له خوا سپارل شوي وو، پرون خوشې کړل.  دغه افغانان څ ه موده مخکې د پاکستان د ب� �وچستان او سند ايالتونو له بېلا بېلو سيمو څخه د قانوني اسنادو د نه لرلو او له طالبانو سره د تړاو په تور نيو� � شوي وو او د تلې په  ۲۱مه ماځيګر ناوخته په سپين بو� �دک کې د كندهار چا� �واكو ته وسپارل  شول . د کندهار ولايت امنيه قوماندان عصمت ال� �ه عليزي بېنوا ويبپاڼي ته وويل ياد � �وي افغانان د غريبۍ او مزدورۍ لپاره پاکستان ته تللي وو. هغه زياته کړه چې د دوى له پلټنو وروسته ثابته شوه چې دغه خلک بېګناه دي او پاکستاني ځواکونو له طا� �بانو سره د تړاو او د قانوني سندونو د نه لرلو په تور نيولي وو .  د عليزي په وينا دغه افغانان د هلمند، اروزګان، کابل، کندهار، لوګر، ننګرهار او زابل ولايتونو اوسېدونکي دي . د لوګر ولايت يو تن اوسېدونکي نورالله � �ه خوشې کېدو وروسته بېنوا ويبپاڼي ته وويل چې د درملني لپاره کويټي ښارته تللي وو، چې په کويټه کې د پوليسو لخوا ونيول شو. هغه زياته کړه چي پاكستاني پوليسو نه يوازې زموږ پيسې واخيستې، بلکې وهل او ټکول يې هم راکړل. په وروستيو څو مياشتو کې دا څووم ځل دى چې پاکستاني ځواکونه افغانان له طالبانو سره د تړاو او قانوني سندونو د نه لرلو په تو� � نيسي او افغان چارواکو ته يې سپاري او دو� � يې بيا بېرته ",په کندهار کې ١٣٥ تنه افغان بنديان خوشي شول 5345,," عيني شاهدانو بينوا ته وويل چې د ٩ بجو شاوخوا د هرات ښار يوې درندې چاودنې ولړزاوه ، چې غږ يې تر ١٠ کيلومترى پور ې اوريدل شوى دى . شاهدان وايى چې د بريد موخه د ائيتلاف ځواکونه وو،چې له سيمې څخه د تيريد په حال کې وو. د هرات ښار د ننه د يو روغتون چارواکي بينوا ته وويل چې دوى ته يوازې ٢ تنه مړي او ٣ تنه ټپيان رارسيدلي دي.د هرات يو امنيتي چارواکي نثار احمد پيکان دبريد پخلۍ کړى او وايى ، د چاودنې قربانيان ولسي وګړي دي او د ايساف ځواکونو ته زيان نه دى رسيدلى . د نوموړى په وينا چاودنه په يوه کړاچۍ کې د ريموټ کنټرول له مخې له لرې د هرات - کندها د سړک په اوږدو کې د کار او بار پله سره رامينځ ته شوې ده . ",هرات کې درنده چاودنه شوې ده 5346,ميرويس جلالزى," په كابل كې د سوله ساتو ځواكونو د وياندويانو د دفتر له خوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلې چې دا كسان د پلازمېنې كابل په جنوب كې له يو كور څخه د شپې پر مهال د يو لړ عملياتو پر وخت نيول شوې . په دې عملياتو كې سوله ساتې ځواكونو د ۳ تنو ځايې اوسېدونكو د ټپې كېدو خبر هم وركړ. ويل كېږې نيول شويو كسانو د كابل په ورستيو ترهګريزو بريدونو كې پوره لاس درلود، د ملكې وګړو يو ټپې روغتون ته له رسېدو وروسته ساه وركړې. ",د کابل په سويل كې ۹ تنه شكمن كسان ونيول شول 5347,ميرويس جلالزى," د پوليسو په قول دا كسان د سرينګر ښار په دننه كې دپوليسو سره په وسله والو دوو جلا جلا نښتو كې وژل شوې. هندې پوليسو ومنله چې د دوى له اړخه هم يو تن وژل شوى خو نور زيان ورته نه دى رسېدلى. ",په هندې كشميركې يو تن وژل شوى او ۵ ژوبل شوې 5348,ميرويس جلالزى," پاكستاني مقامات دا كار د  هغه ډيټابيس يا نوم ليك د برابرولو هدف بولې چې له مخې به يې ټول هغه افغان كډوال چې غواړې افغانستان ته په خپ� �ه خوښه را ستانه شې په اسانتيا وكړاى شې چې د ملګرو ملتونو د كډوالو چارو د كمشنيري او پاكستاني دولت مرستې تر� �اسه كړې. همدا رنګه ويل كيږې هغه افغان كډوال چې نومونه يې په دې ليستونوكې وليكل شې په بدل كې به يې ورته د دريو كالو لپاره په پاكستان كې د قانوني اقامت حق هم وركړل شې. د يادونې وړ ده چې دم ګړى څه نا څه دوه نيم مليونه افغان كډوال په پاكستان كې مېشت دې. ",په پاكستان كې د افغان كډوالو د نوم ليكلو لړۍ پيل شوه 5349,ميرويس جلالزى," وروستۍ پېښه د پوليسو په وينا وړمه شپه د بدخشان ولايت په زيباك ولسوالې كې رامنځته شوه. له هغه مخكې د لوګر په ولايت كې دوه ښځينه ښونځې لومړى د چاودېدونكو توكو په م� �سته والوزول شول او وروسته يې شته وسايلو ته اور وركړل شو. د دې پېښو مسوليت تر اوسه كوم كس او يا ډلې په غاړه نه دى اخيستى خو له دې مخكې دا ډول كارونه د طالبانو له خوا تر سره شوې وو. ",په ۳ ورځو كي ۳ ښونځي وسوځول شول 5350,"ميرويس جلا� �زى"," دا مرسته د هلمند ولايت د هغه ځانمرګې بريد په پايله كې د مړو شويو او ټپيانو كسانو له كورنيو سره وشوه چې مسوليت يې طالبانو په غاړه اخيستى وو. دا ځانمرګى بريد څه موده وړاندې د هلمند د ولايت په مركز لښكرګاه ښار كې حج ته د تلونكو كسانو په يوه ګڼه ګوڼه كې تر سره شو. هغه مهال په دې بريد كې ۲۱ تنه وژل شوي وو او تر۴۰ ډېر كسان ژوبل شوې وو. د ولسمشر كرزې د حكم په اساس به د ټپيانو كورنيو ته ۵۰ زره او د شهيدانو پاتې شونو ته به ۱۰۰ زره افغانۍ وركړل شې. ",ولسمشر كرزي كرزې له هلمند سره مرسته وكړه 5351,ميرويس جلالزى," رپوټونه وايې دا توغندۍ د يكشنبې په و رځ سهار په هغه سيمه كې لګېدلې چېرته چې د ملګروملتونو د څانګې تر څنګ يو نايټ كلب او د شخصې بانكونو ودانۍ هم پرتې دې. په بريد كې ۴ تنه ژوبل شوې دې خو د ملګرومتلونو كاركونكو ته زيان نه دى رسېدلى. د بريد مسوليت تر اوسه كومي ډلې په غاړه نه دى اخيستى. ",په بيروت كې د UN دفتر تر څنګ توغندۍ لګېدلې 5352,"مي� �ويس جلالزى","    د آريانا افغان هوايې شركت چې اوس په انشاالله هوايې شركت هم شهرت لرې الوتكې به يې وروسته تر دې د اروپايي ټولنې غړو هيوادو په هوايې ډګرونو كې د راښكته كېدو حق ونه لرې. دا بنديز تېره اونۍ د اروپايي ټولني د هيوادو له خوا پر آريانا افغان شركت باندي ولګېدئ، چي د دغه شركت نوې رئيس ښاغلې منصورې خبري رسنيو ته وويل دليل يې د آ� �يانا هوايې شركت د الوتكو تخنېكې نيمګړتياوي او زوړوالى دى. آريانا افغان شركت پخوا په اونۍ كي يو ځل المان هيواد ته الوتنه درلوده. ",د آريانا افغان په الوتكو بنديز ولګيد 5353,," چارواکو منلې چې تيره شپه د طالب جنګياليو د يو وسله وال بريد په ترځ کې د دغه ولايت د ببرک تاڼې ٣ تنه دولتي پوليس مړه او يو بل ټپي شوى دى . د خوست يو امنيتي چا� �واکي زيارت ګل منګل له بينوا سره د بريد پخلۍ وکړ او زياته يې کړه څو تنه بريد کونکي هم وژل شوي دي . بريد تي� �ه شپه د ببرک تاڼې په پوسته تر سره شوي دي . ",خوست کې ٣ تنه پوليس وژل شوي دي 5354,," ", 5355,ميرويس جلالزى," په شمالې كوريا دا بنديز وروسته له هغه وضع شو چې تېره اونۍ دې هيواد خبر ور كړ چې په بريالۍ توګه يې اټومې آزموينه تر سره كړې ده . د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړو پرون په دې موضوع رايې وركړې چې كولاى شې په شمالې كوريا يو لړ بنديزونه ولګول � �ې. په پاى كې روښانه شوه چې د دې شورا ډېري غړې په شمالې كوريا د بنديزونو غوښتونكې دې . شمالې كوريا د هر راز بنديزو غندنه كړې او خبر دارى ېې وركړى چې كه چېري ملګرې ملتونه په پيونګيانګ بنديزونه ولګوې په بدل كې به يې تردې خطر ناكې آزموينې ووينې.       ", امنيت شورا پر كوريا د بنديز لګولو پرېكړه وكړه 5356,ميرويس جلالزى," چارواكې وايې چې لومړى وزير فواد سنيوره به په رياض كې له پاچاه عبدالله ابن عبدالعزيز سره د خپل هيواد او د منځنې ختيځ په حالاتو خبري وكړې. د لبنان هيواد د بهرنيو چارو وزارت ځينو باوري منابعو خبر وركړى چې لومړى وزير به د لبنان او اسرايلو تر منځ په رامنځته شوې و� �وستې كړكېچ او د هغه د بشپړې هوارې په اړه هم له ښاغلې عبدالعزيز سره بحث وكړې. د يادونې وړ ده چې فواد سنيوره د سعودې عربستان د رسمې بلنې په اساس دې هيواد ته ځې ",د لبنان لومړى وزير د رياض په لور وخوځېد 5357,," د کنړ امنيتي چارواکو منلې چې د يوې ت� �افيکي پيښي له امله کنړ کې پرون د ملى اردو ٣ تنه عسکر مړه او ٣ تنه نور ټپيان شوي دي . عينى شاهدان وايي پيښه هغه مهال رامينځ ته شوه چې د ملى اردو يو ډاټسون موټر د څوکۍ ولسوالۍد سپين جومات سيمه کې سيند ته ولويد او په اوبو کې ډوب شو . ډوب شوي کسان د ځايي اوسيدونکو په مرسته چارواکو له اوبو څخه رايستلي دي .ويل کيږي چپه شوى موټر د اسعد اباد څخه د جلال اباد په لور روان وو. ",کنړ کې ٣ تنه عسکرمړه او ٣ تنه نور ټپيان شوي 5358,," په دوو جلاوو پيښو کې د هرات پوليسو ٣٠٠ کي� �و ګرام ترياک تر لاسه کړي دي . د شپږمې سرحدي لوا پوليس له قاچاقچيانو سره په يوه ساعته وسله واله جګړه کې پ� �ون په دې توانيدلي چې ١٥٠ کيلو ګرامه تر ياک لاس ته راوړي . د لوا مشر جنرال ايوب صافي وويل په بريد کې پوليسو ته زيان نه دى رسيدلى او قاچاقچيان په تيښته بريالي شوي دي . په يو بله پيښه کې پوليسو د هرات ښار د ننه پرون ٧٣ کڅوړې تر ياک چې ١٦٣ کيلو ګرامه ترياک جوړوي ترلاسه کړي او د پيښيې په تړاو يې ٤ تنه شکمن کسان نيولي دي . ",هرات کې ٣٠٠ کيلو ګرامه ترياک تر لاسه شوي 5359,," ", 5360,ميرويس جلالزى,"   د سريلانكا د پوځ له خوا په يوه خپره شوې خبر پاڼه كې راغلې چې دا سرتيري هغه مهال ووژل شول او ۱۳ نور ټپيان شول چې پوځې اډه يې د جفناپنسولا په سيمه كې د تاميل پړانګانو تر بريد لاندې � �اغله . له بلې خوا نن سهار د سريلانكا پوځ د تاميل پړانګانو د وسلو په يو لارۍ موټر بريد كړى او ۵ شورشيان يې پكې وژلې دې. ",د سريلانكا دوه پوځيان ووژل شول 5361,ميرويس جلالزى," د باميانو د والي مېرمن حبيبه سرابې دا څرګندونې په داسې حال كې خپرېږې چې څه موده وړاندې د همدې ولايت ځينو اوسيدونكو ولسمشر كرزې ته په يو ليك كې خبر وركړ چې ګواكې م يرمن سرابې د مخدره توكو او لرغونو اثارو په قاچاق تورنه ده او كاري وړتيا هم نه لرې. مېرمن سرابې وايې چې دا د هغې د دښمنانو دسيسي دې چې نه غواړې دا خپلو خلكو ته خدمت وكړې. مېرمن سرابې د ۱۳۸۴ هجرې لمريز كال د حمل له مياشتې راهيسې د باميانو د والي په توګه ګمارل شوې ده. د يادونې وړ ده چې د باميانو ولايت ځينو اوسېدونكو مېرمن سرابې د عيسويت د دين په تبليغ هم تورنه كړې ده. ",حبيبه سرابې: دښمنان مې د شړلو په لټه كې دې 5362,ميرويس جلالزى,"     د افغانستان په شمالې ولايت بلخ كې د نړيوالو سوله ساتو ځواكونو پخوانې قوماندان جنرال ماركس كنيپ د دې  تړون نوى قوماندان بريد جنرال فوكربرلت ته د قوماندې د سپارلو په مراسمو كې وويل كه څه هم په شمالې ولايتونو كې د مخالفينو شتون كم تر سترګو كېږې خو كه چيرته دوې د نا امنۍ په راوستلو كې لاس ووهې سخت ګوزار به وركړل شې. جنرال ماركس د افغانستان په شمالې حوزه كې له اوو م ياشتو راپه دې خوا په دې دنده پاتې شوى وو. دا په داسي حال كي ده چې ويل كيږې د روانې اونۍ په سر كې په بدخ� �ان ولاېت كې د نړيوالو سوله ساتې ځواكونو په چورلكه د اوږې د سر توغندۍ توغول شوې خو چورلكې ته كوم زيان نه دى � �سېدلى.   ",آيساف: مخالفينو ته به سخت ګوزار وركړو 5363,ميرويس جلالزى,"   د كابل د امنيه قوماندانۍ له جنايې جرمونو سره د مبارزې مدير علي شاه پكتياوال ويلې چې دا كس يې د دفاع وزارت ودانۍ ته څرمه بېله كومو قانونې اسنادو نيولى دى. ښاغلې پكتياوال داسې شواهد ونه ښودل چې په دې سړې د جاسوسۍ تور ثابت كړې خو ويې ويل چې نيول شوى كس يې د ملي امنيت چارواكو ته د نورو پلټنو په موخه استولى دى.  ",په كابل كي پاكستانى جاسوس ونيول شو 5364,," ", 5365,," فرزان/كندهار   د کندهار د ولايتي شورا يو تن غړى نن تر غرمې مخکي د نامالومو وسله والو له خوا ووژل شو نن سهار لس بجې د کندهار د ولايتي شورا يو تن غړي محمديونس حسيني د کندهار ښار په زړه کي د خپل کور سره نيژدې د ناپېژاندو وسله والو له خواپه ګوليو ووېشتل شو، چي له امله يې ژوند له لاسه وركړ. دنوموړي پلار محمدعلي بېنوا ته وويل چي حسيني د خپل کور څخه دفتر ته د تللو په حال کي وو چي ورباندي دغه بريدترسره � �و. د محمدعلي په وينا زوى يې د چا سره شخصي دښمني نه لرله او په وينا يې چي د زوى وژل يي سياسي رنګ لري، عيني شاهدان وايي چي په دغه غلچکي بريد کي د حسيني يو تن ساتونکى هم وژل شوى او موټر چلونکى يي ټپي دى. د دې پيښي پړه تر دا مهاله چا په غاړه نه ده اخيستې.   ",د كندهار د ولايتي شورا يو استازى ووژل شو 5366,واحديار," د هلمند مياشتنۍ جريدې نوې ګڼه چې پرله پسې ۶۱۹م ه ګڼه كېږي په څلورو مخونو كې له چاپه راوتلې ده، چې مسوول چلوونكى يې محمد اكرم دى. دا د هلمند جريدې څلو� �مه ګڼه ده چې په كمپيوټري بڼه چاپېږي، تر دې مخكې دغه جريده په حروفچينۍ بڼه چاپېده، چې اوس يې ليكنې هم د لوستلو وړ دي. د برېښناليك پته يې ده:  helmand.journal@gmail.com  د ګرځنده فون � �مېره يې ده: ۰۷۹۹۱۳۰۵۷۰ ",د( هلمند) مياشتنۍ جرېدې نوې ګڼه چاپ سوه 5367,ستوری منګل," سلطان محمدمنګل پلار . په هالنډ کي مې� �ته د افغانستان د راډيو تلويزون  او سېنما ممثله اغلې ستوری منګل  عمه ( ترور ) . دڅارندوی پخوانی افسر عبدالله منګل او محمدالله منګل اکاګان (  ترونه ) عزيز الله منګل ، اسدالله منګل ، حاجي امان الله م نګل ، حفيظ الله منګل ، قدرت الله منګل ، خليل الله منګل دپلار دتره زامن . داستراليا اوسېدونکی نعمت الله منګل ، په کاناډا کي د سوداګرۍ پوهنتون  محصل روح الله منګل او دنوموړي پوهنتون دحقوقو او اسلامي زده کړو دڅانګي محصلين هر يو هدايت الله منګل او حميدالله منګل وروڼه . محمدنبي پوپل دعمه مېړه . په هالنډ کي مېشته شازيه منګل اصفي خور . پخوانی افسر حاجی عبدالسمېع اصفي اخښی . ددرويشت کلن شهيد فيروزخان منګل د مړيني له کبله چي جنازه پخوا د کاناډا په اوټاوا کي خاورو ته سپارل شوې دوستانو ته خبر ورکول کيږي  چي دښځو او نارينه و فاتحه د شنبې په ورځ د اکتوبر پر يوويشتمه دهالنډ د اوتريخت ښار دکانال سترات په جماعت کي اخستل کيږي .   نېټه  : د شنبې ورځ د۲۰۰۶ کال د اکتوبر د مياشتي يوويشتمه نېټه وخت : دماسپښين له دوو څخه تر څلورو بجو پوري معلومات او اړيکي : +31 (0) 612645106 +31 (0) 651883897 +31 (0) 302991808 پته  : Utrecht ULU Moskee Kanaalstraat 36 3561CK Utrecht جومات داوتريخت ښار د اورګاډي ستېشن ته نږدې د ترکانو د بازار په پیل کې موقعیت لري !",په هالنډکي دشهيدفيروزخان منګل دفاتحې خبرتيا 5368,," د  افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې په ټول افغانستان کې د سنلس شورا د څانګو د تړلو امر شوى دى او په مرکز او ولايتونو کې به د دغه � �ورا څانګې چې د تارياکو د کر د قانوني کولو لپاره هلې ځلې کوي وتړل شي. د کورنيو چارو وزرات يوه لوړ پوړي چا� �واکي جنرال داود ويلي، چې څلور ورځې وړاندې د ملي شورا له پريکړې وروسته د دغه وزارت د مشرتابه له لوري ټولو ام نيتي چارواکو ته لارښوونه شوې، چي د دغه شورا څانګې وتړي. د سنلس شورا چې مرکز يې په لندن کې دى ټينګار کوي، چې د کوکنارو د بوټو څخه به د طبي درملو جوړولو په برخه کې کا ر واخيستل شي. ",په افغانستان کې د سنلس شوار د څانګو د تړلو امر شوى دى 5369,," د شنبې په ورځ د ناټو هوايي ځواکونو د تګاب و� �سوالۍ ځينې سيمې تر هوايي بريدونو لاندې نيولي، چې له امله يې ٣ تنه وسله وال مړه او ٢ نور ټپيان شوي دي. په سيمه کې يوه افغان امنيتي چارواکي بېنوا ويبپاڼي ته وويل، هوايي بريدونه هغه مهال تر سره شول، چې د تګاب له کوره په سيمه کې د ناټو ځواکونه تر وسله وال بريد لاندې راغلل. ",د ناټو په بمباريو کې ٣ تنه وژل شوي دي 5370,," د کابل ښار د مکروريانو په سيمه کې نن هغه م هال د ازبکستان يو اوسېدونکى ووژل شو، چې د ځانمرګي بريد له ويرې يې موټر د ايساف د ځواکونو تر ډزو لاندې راغئ. عيني شاهدان وايي پېښه هغه وخت رامنځته شوه، کله چې د ايساف ځواکونو يو موټر تلاشي کاوه او دويم موټر په ډېر ګړينديتوب ورته رانيژدې کېدو. عيني شاهدانو له بېنوا ويبپاڼي سره د دغه بريد پخلى وکړ اوپه بهرنيو ځواکونو يې تور ولګاوه، چې بېځايه او له ويرې ډزې کوي.د پيښيي په اړوند تر اوسه د امنيتي چارواکو وينا نه شته. ",د ايساف په ډزو کې يو تن په کابل کې ووژل شو 5371,," په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو يوه استازي جميل کرزي پرون د دغه جرګې د کورنيو چارو د کمېسيون په ناسته کې د خپلو خبرو په ترڅ کې د کابل په امينه قومندان امان الله ګذر تور ولګاوه، چې لوى غل دى . نوموړي د دفاع او کورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت لوى رئيس ف� �عونان وبلل او زياته يې کړه چې د هيچا خبرو ته غوږ نه نيسي. ده د خبري رسنيو د استازو سپکاوى وکړ او په دې يې تورن کړل، چې واقعيتونه نه خپروي او دروغ خپروي . د نوموړي له څرګندونو وروسته د ولسي جرګې لومړي منشي سردار محمد اوغلى خبريالانو ته وويل ،چې دا دجميل کرزي شخصي څرګندونې دي . نوموړي د خبري رسنيو کړنې مثبې و بللې . ",جميل کرزى: د کابل امينه قومندان لوى غل دى 5372,," عبدالله پتمن/كابل   د دغه هيواد د پوليسو په وينا دوى ته د ولسمشر موشى کاټ ساو پر خلاف د جنسې تېريو او د ښځو د بربنډولو ثبوتونه  ترلاسه شوي دي. پوليس وايې چې دوى دا اسناد بشپړ کړي دي. خو د ولسمشر له خوا دغه تورونه رد شوي او بې بنسټه بلل شوي دي. تر دې د مخه هم د دغه هيواد په يوه پخواني وزير باندي ورته تورونه لگول شوي وو خو هغه هم د نوموړې له خوا رد شوي وو. ",د اسراييلو ولسمشر تر محکمې لاندي دى! 5373,," د افغانستان د مشرانو د جرګې مشر حضرت صبغت الله مجددي پرون يو ځل بيا د دغه جرګې له مشر توب څخه د لاس په سر کېدو ګواښ وکړ. د مشرانو د جرګې په ناسته کې نوموړي يو ځل بيا په دې ټينګار وکړ، که چيرې د دولت له خوا د نوموړي غوښتنې ترسره نه شي د مشرانو د جرګې له مشرتوب څخه به ځان ګوښه کړي. د مشرانو جرګې په غوښتنو کې په کليدي دندو کې نامطلوبو اشخاصو ته ځاى نه ورکول، د جرګې د پرېکړوپه پلي کولو کې د حکومت اقدام، د دولت د کارکوونکو د معاشونو لوړول، له اداري فساد سره ټينګه مبارزه، د جرګې يو ويشت فقره يي طرحې عملي کول او د خلکو سيمه ايزو ستونزو ته پاملرنه او يو شمېر نور ټکي شامل دي. ",مجددي يو ځل بيا د ګوښه کيدو ګواښ وکړ 5374,," د هلمند د ګرشک ولسوالۍ د نورزو په سيمه کې پرون ماښام د يو ماين د چاودنې له امله د ځايي پوستې يو قومندان ملا داود مړ او ٢ تنه پوليس ټپيان شوي دي. په سيمه کې امنيتي چارواکي د پېښي پخلى کوي او وايي په بريد کې د پوليسو يو موټر ويجاړ شوى دى. بريد د ريموټ کنټرول له مخې له لرې واټن څخه تر سره شوى دى. يو طالب وياند قاري يوسف د بريد مسوليت منلى او وايي چې د ځايي قومندان په ګډون ٨ تنه پوليس په کې وژل شوي دي. ",په هلمند کې د دولت ځايي قومندان وژل شوى دى 5375,," نن يوولس نيمې بجې شاو خواد لومړي ځل له پاره افغان پوليس په دې وتوانېدل، چې د يوه ځانمرګي بريد مخه په کابل ښار کې ونيسي. د کابل د امنيه قومندانۍ د جنايي ج� �مونو سره د مبارزې د څانګې مشر علي شا پکتياوال بېنوا ويبپاڼي ته وويل ځانمرګي هغه مهال د کابل د هوايي ډګر په سړک د بي بي مهرو د نجونو ليسې سره نيژدې ځان والوزاوه چې د پوليسو تر محاصرې لاندې راغئ. پکتياوال وايي په چاودنه کې په خپله ځان وژونکى مړ او د ليسې يوه زده کوونکې ټپي شوې ده. ده ومنله ، چې دوه تنه نور چې د وژل شوي کس سره په يوه سراچه موټر کې يو ځاى وو، په تېښته بريالي شول. پکتيا وال ادعا وکړه چې نوموړي کسان د پوليسو تر څار � �اندې راغلي وو او پوليسو يې په اړوند استخباراتي مالومات درلودل. ",په کابل کې د ځانمرګي بريد مخه ونيول شوه 5376,," د کابل ښار په بي بي مهرو سيمه کې نن له غرمې مخکې پر يوولسو بجو او ديرشو دقيقو يوه ځانمرګې بمي چاودنه وشوه چې له امله يې يوه ماشومه ټپي شوه. د عيني � �اهدانو په وينا، پوليسو کابو يو ساعت سيمه کلابنده کړې وه او موټر يې تر څار لاندې و خو ورنژدې کيدای نشول. د � �اهدانو په وينا، په موټر کې دننه درې تنه و چې دوه يې په تېښته بريالي شوي او درېيم يې موټر والوزاوۀ. ويل کيږي چې په سيمه کې اوس مهال يو موټر سايکل هم تر سترګو کيږي چې ښايي بمونه پکې ځای پر ځای شوي وي. پوليسو سيمه تشه او ک� �ابنده کړې يې ده. د دې پېښې ټپي شوې ماشومه د ښوونځي زده کوونکې ده. د يادونې وړ ده چې دا چاودنه د کابل هوايي ډګر واټ نه نژدې شوې ده. ",د کابل په بي بي مهرو سيمه کې چاودنه وشوه. 5377,"ميرويس جلالزى","  د كابل د امنيه قوماندانې له جنايې جرمونو سره د مبارزې مدير علي شاه پكتياوال وويل دوى مخكې تر دې چې ځانمرګى بريد كونكى ځان والوزوې داسي استخباراتې راپورونه يې تر لاسه كړې  وو چې يو ترهګر غواړې په كابل كې چاودنه وكړې. د پكتياوال په وينا ځانم� �ګې بريد كونكې ته په سيمه ييز وخت ۱۲ بجې د كابل د هوايې ډګر په سړك د ودرېدو امر وشو، خو هغه له امر څخه په س� �غړونې سربيره خپل د بمونو ډك موټر په يوه له ګڼه ګوڼې تشه سيمه كې د سړك پر سر والوزاوه او په خپله ټوك ټوك � �و. په دې چاودنه كې د پكتياوال په وينا ځكه ملكې كسان نه دې وژل شوې چې د  هوايې  ډګر سړك مخكې تر مخكې د پوليسو له خوا تړل شوى وو. پكتيا وال د ځان وژونكې د هويت په اړه څه و نه ويل خو هغه راپورونه يې رد كړل چې ګواكې په دې چاودنه كې درې تنه ملكې كسان ژوبل � �وې دې. ", د لومړې ځل لپاره يو ځانمرګې بريد شنډ شو 5378,," بېنوا ته د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ د شلګرد خودي خيلو له سيمې څخه د افغان او ايتلافي ځواکونو او طالب جنګياليو ترمنځ د سختې جګړې رپوټ رارسېدلى دى. طالب وياند ډاکتر حنيف په سيمه کې د جګړې پخلى کوي او وايي تر دم ګړي پورې يو طالب مړ او ٢ تنه نور ټپيان شوي دي. ويل کيږي د هوايي بمباريو له امله ٣ تنه مخالف وسله وال وژل شوي دي. طالب وياند وايي بمباري په يو کور شوې، چې د کورنۍ ټول غړي په کې وژل � �وي دي. مګر امنيتي چارواکي ادعا کوي چې په دغه کور کې وسله وال کسان وو، چې بمونه يې جوړول. په جګړه کې د ايتلاف يو عسکر هم ټپي شوى دى. ",په غزني کې جګړه شوې ده 5379,ميرويس جلالزى,"  د ناټو قواوو يو وياند وويل چې دا بريد د كندهار ښار څخه دباندي د كابل په دوراهي كې د دوى د ځواكونو په كتار شوى چې د دوى يو م وټر يې په بشپړه توګه زيانمن كړى. له بلي خوا عيني شاهدان وايې چې د ايساف سرتېرو او ملكې وګړو ته درنده مرګ ژوب� �ه اوښتې ده. په دې اړه به وروستي جزيات وروسته خپاره شې. ",په كندهار كي ځانمرګى بريد وشو 5380,," نن د کابل ښار د خيرخانې مينې د کوتل هغه خوا يو شمېر كسانو د ولسي جرګې د غړي جميل کرزي د هغه څرګندونو پر ضدچې د کابل امنيه قومندان يې لوى غل وباله، مظاهره وکړه او له همدې امله د څو ګړيو له پاره د کابل _مزارشريف لاره د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه. د ولسي جرګې يوه وکيل نجيب الله کابلى د مظاهره کوونکو مخې ته ورغلى وو، او وايي چي دى د ولسي جرګې په لارښوونه راغلى د� � تر څو مظاهره کوونکي ارامي ته راوبولي. ده وويل جميل کرزى بايد بخښنه وغواړي. مظاهره کونكو د جميل کزي د مح اکمې غوښتنه کوله او د نوموړي د مرګ او درد نارې يې وهلې. دوى ادعا كول چي د كابل امنيه قومندان امان الله ګذر يو مجاهد شخصيت وو، جميل كرزي پر هغه باندي د غلا تور ولګاوه، خو كله چي له جميل كرزي څخه په ولسي جرګه كي د بخښي غوښتلو هيله شوې وه، نوموړي ويلي وو چي شوې خبره بيرته نه اخيستل كېږي او دا كار كه د ده لپاره زيان هم و� �ري پروا يې نه لري.  د مظاهرې په سيمه کې ځينو عيني شاهدانو بېنوا ويبپاڼي ته وويل ،چې د دغه مظاهرې څېره تر ډېره بريده سياسي بڼه لري او داسي ښكاري لكه امر چي ورته شوى وى. ",د جميل کرزي د څرګندونو پر ضد مظاهره وشوه 5381,," د غزني ولايت وياند ضيا ولي ادعا وکړه چې د ايت� �افي ځواكونو د هوايي بريدونو له امله د غزني په اندړو ولسوالۍ کې ٢٠ تنه طالبان وژل شوي دي. له دې وړاندې يو طالب وياند منلې وه، چې يو طالب مړ او ٢ تنه نور ټپيان شوي دي. ده په سيمه کې د سختې جګړې پخلى وکړ او ادعا يې وکړه، چې په دوو جلاو بريدونو کې يې د بدوالو او غبرګونو په کليو کې د ايتلاف دوه ټانګونه په ماين الوزولي دي،چې له امله يې د وياند په ادعا ټول سپاره کسان مړه او ژوبل شوي دي. همداشان د اندړو ولسوال عبد الرحيم پرون خبري � �سنيو ته وويل چې ٦ تنه طالبان وژل شوي دي. ضيا ولي ادعا وکړه بريد هغه مهال تر سره شو، چې ګڼ شمېر وسله وال طا� �بان په سيمه کې د يوه ځايي مشر عبدالغني په کور کې راټول شوي وو. ",دولت: په غزني کې ٢٠ تنه طالبان وژل شوي 5382,ميرويس جلالزى,"   د نوموړې هيواد و� �ځپاڼو نن سهار خبر وركړى چي د پوځ ځينې جنرالان په دې كار كوې چې د راتلونكې ميلادې كال تر مې مياشتې خپل يا خو نيم ايې او يا هم په دريو كې يوه برخه سرتېري د عراق له الانبار ايالت څخه وباسې او په افغانستان كې يې ځاى پر ځاى كړې. د برتانيې د دفاع وزارت يوه وياند دا خبره رد كړه چې ګواكې برتانوي سرتيري په افغانستان كې له ماتې سره مخ شوې دي، ده وويل دا كار به ځكه تر سره  كړې چې په افغانستان كې د ياغيانو د ځپلو په وړاندي جګړه نوره هم پياوړې شې. ",برتانيه له عراق څخه سرتېري افغانستان ته استوې 5383,"مي� �ويس جلالزى","   كه چيرته طالبان د افغانستان د عامو خلكو ملاتړ تر لاسه كړې نو دا به د ناټو قواوو لپاره د ماتې ستر خبر دارى وې . دا خبره د برتانيې لومړې وزير ټونې بلير كاناډا ته د خپل سفر پر  وخت د نوم وړي هيواد لوړ پوړو چارواكو ته د وينا پر مهال كړې ده. بلير ويلي د ناټو قواوي بايد په ټول افغانستان كې  د ولسي وګړو ملاتړ تر لاسه كړې او په دې اساس به دوى وكړاى شي د برياليتوب پولې ته ورسېږې. هغه په پاى كې يو ځل بيا له كاناډا غوښتنه وكړه چې د ناټو قواوو پوره ملاتړ وكړې.   ",ټونې بلير له كاناډا د مرستې غوښتنه وكړه 5384,," د هغه ځانمرګي بريد له امله چې نن غرمه ١٢ بجې او ٤٥ دقيقې د کندهار ښار د کابل - بولدک په دوه لاره د بولدک پر سړک رامنځته شو، له امله يې ٤ تنه و� �سي وګړي مړه او د ايساف د يوه عسکر په ګډون ٧ تنه ولسي وګړي ټپيان شوي دي. طالب جنګياليو د دغه بريد مسوليت من� �ى او يو طالب وياند ويلي بريد د نقيب الله له لوري چې د غزني اوسېدونکى وو، ترسره شوى دى. وياند ادعا کړې چې په بريد کې يې د بهرنيو ځواکونو يو ټانګ له منځه وړى او په کې سپاره کسان وژل شوي دي. په سيمه کې عيني شاهدانو بېنوا ويبپاڼي ته وويل چې د ځانمرګي بريد موخه د امريکا او کاناډا ځواکونه وو، چې له سيمې څخه د تېرېدو په حال کې وو. يوې باوري سرچينې بېنوا ويبپاڼي ته وويل . چې ٢ تنه ولسي وګړي د امريکايانو په ډزوه کې مړه او ٢ تنه نور ټپيان شو� �. عيني شاهدانو بېنوا ويبپاڼي ته وويل، چې د ځانمرګي سپينه خولۍ پر سر وه او سرف موټر يې چلاوه، هڅه يې کوله چې ځان بهرنيو ځواکونو ته نيژدې کړي، خو چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د ځانمرګي موټر په يو څه واټن کې د هغوى تر ډزو لاندې راغئ. ",دکندهار په ځانمرګي بريد کې ١١ تنه مړه او ټپيان شوي 5385,ميرويس جلالزى/كابل," مينه او ايمان يوازني دوه هغه څه دې چې خلكو ته د اطلاعاتو په رسولو كي د يو خبريال پلويان بلل كېداى شي، هغه مينه چې له جګړې څخه بيا تر طبيعي ناورينونو پوري يې هيڅ شى مخه نه شي نيولاى. له ځان نه تېرېدنه او د خپل سر په قيمت خلكو ته د اطلاعاتو رسول او هغوى له ورځنيو تودو پېښو خبرول د يو خبريال د ورځني كار يوه كوچنۍ برخه جوړوي. ""خبریال"" هغه كلمه ده چې د هر مقام خاوند، د ټولني له عادي وګړو بيا تر وزيره، رئيسه، مديره او ولسمشر پوري  ورسره اشنايي لري، او ځينو ته خو به ريښتيا هم چې دا كلمه ډېره تكراري وي ، خو دې ته بايد فكر وشي چې خبريال څوك دى؟ او څرنګه د هيواد او نړۍ له ګوټ_ ګوټ څخه تازه اطلاعات شېبه په شېبه زموږ په واك كې راكوي. هر څوك وايې چې په ټولنه كې د يو خبريال دنده د اطلاعاتو رسول دي، خبريال د خلكو او دولت تر منځ د پل حيثيت لري خو كله هم موږ د دې جملوپه اړه ژور فكر كړى دى؟ كله چې د خبريالي له مسلك خبري پيل شي عام خلك له دې مسلك څخه د نورو دندو په شان ذهنيت اخلي، خو د دې دندي په پټو زاويو كې نا خپرې شوي ډېري خبري پټي پاتي دي هغه دا دې چې ولي د نورو فنونو صاحبان ترېنه يا خو بېخي بېخبره دي او يا يې هم په اړه لږ معلومات لري. كه له نن څخه څه زيات او كم پنځو تېرو ك� �ونو ته پام واچول شي په دې پوه شو چې هغه مهال هيڅ يو خبريال هم نه وو،كه چيرته د ګوتو په شمار خبريالان  موجود هم وو له ځينو سياسي ډلو سره يې يا خو د هغوى د ملګرتوب رشته لرله او يا يې هم د خپل سر له ويري له جنګسالارانو سره سازش كړى وو. په افغانستان كې د كورنيو جګړو پر مهال يو خال_خال خبريال موجود وو خو د هغوى له ډلي ځينو هم د خپلو وينو په بدل كې اطلاعات خلكو ته د زمان له واكدارانو وپېر� �. په كال كې يوه ورځ د خبريالانو د ورځي په نامه نومول شوې ايا دا يوه ورځ د وژل شويو خبريالانود يادو� �و د مراسمو لپاره كافي ده؟ ټول خبريالان د خپلو وژل شويو همكارنو په شان مظلوم دي، هغوى په ډېرو سختو شرايطو كې كار كوي، عكسونه اخلي، غږونه ثبتوي او ژوند كوي، خو هغوى په ټول كال كې يوه ورځ ل� �ي. د پلازمېني كابل ډېرى اوسېدونكي په دې باور دې او وايې چې خبريالي يوه لانجمنه دنده  ده او دا طبقه خلك بايد د ټولني د زړونو د درد په سپړلو او خپرولو سربېره د دولت د كړنو خبرونه هم خپاره كړي. د جنوبي ولايت زابل ځيني اوسېدونكي بيا وايې چې خبريالان د ټولني په ستونزو خبرداره ډېر نيژدي ملګري دي او هغوى بايد د خپل قلم د نوك په خوځښت سره د خلكو له حقونو دفاع وكړي. ځيني هم بيا په دې باور دي چې خبريالي يوه په زړه پوري وظيفه ده چې هر يو لجوج كس كولاى شي هغه په ډېره اساني سره پر مخ بوزي. آيا ريښتيا هم همداسي ده ............؟؟؟ ټول خلك يو شان برداشت ل� �ي...............؟؟؟؟ د دې خلكو په ډله كې يوه هم څلرويشت كلنه (روكسانا) نومي بدخشانۍ پېغله ده، هغې په نيژدې تېر وخت كي د مطبوعاتو په ډګر كې  څو لومړني ګامونه پورته كړي دي، هغه وايي په دې سربې� �ه چې يو خبريال د ټولني د غړو دردونه په خپلو سترګو او غوږونو حسوي او هڅه كوي چې هغه برطرفه كړي خو ځيني وختونه په خپله دوى تر هر چا ډېر له بې عزتۍ سره مخامخ كېږي. دا وايې: د رسنيو  په ورځني چابك پرمختګ سربېره تر اوسه هم زموږ په ټولنه كې خبريالانو ته په دوديزه سترګه كتل كېږي او دا كار په يوې سيمي پوري تړلى پاتي نه دى. روكسانا وايې موږ بايد هڅه وكړو چې د پرمختللو هيوادو په شان د دې لاري چاري و� �ټوو چې د هغوى په ټولنو كې خبريالانو او د خبريالي مسلك څرنګه خپل ځاى تثبيت كړي. شيما سعيدي د كابل پوهنتون د ژورناليزم د ډيپارټمنټ د څلورم كال محصله ده هغه بيا په دې باور ده چې يو خبريال كولاى شې په يوه و� �ځپاڼه كې د يو اثر په ليكلو سره د يوې ټولني د پرمختګ، سوكالۍ او وياړني سبب شي. ۶۹ كلن مدير سليم چې په سلمو يې خلك پېژني بيا وايې زما او نړۍ تر منځ د اړيكو يوازينۍ وسيله همدا مطبوعات دي،""مطبوعات زما ژبه او پوزه ده"" سلمو وايې : آيا خلك په دې پوهېږي چې كه يو ورځ خبريال نه وې نو په نړۍ كه به څه وشي؟؟ ځواب هم په خپ� �ه وركوي: ټوله نړۍ به بې خبره پاتي شي نړيوال به په دې نه پوهېږي چې نن په نړۍ كي څه تېرېږي. د نورستان ولايت يو ځوانكى چې د تورخم په پوله كې د خپل پاسپورټ د ټاپه كېدو په انتظار په اوږده لين كې ولاړ او اخبار لولي بيا وايي لكه څنګه چې زه د دې اخبار مطالب په آساني لولم زه پوهېږم چې برابرول يې دومره آسانه نه دي او ډېره خواري غواړي. زموږ ځيني ښاريان وايې د خبريالانو ټول ژوند په وېره كې تېرېږ ي، هغوى د هيواد د زابل، هلمند، كندهار او روزګان  ولايتونو په شان له نا ارامو سيمو رپوټونه وركوي چې دا اسانه كار نه دى، ځكه هلته پوليس يو او دوه په يوازي سر نشي ګرځېدلاى خبريال خو څه كوي! هر كال په لسګونو تنه خبريالان د نړۍ په ګوټ_ ګوټ كې وژل كېږي او يا هم ټپونه اخلي د ډېرو هيوادو زندانونه اوس هم د خبريالانو د كوربه توب چيغي وهي، خو دا چيغي تر اوسه چا نه دي اورېدلي او كه يې اوري هم  ترېنه خوند اخلي. خبريالان  بايد تل د هغو ګولويو د خوړلو په انتظار وي  چي د دوى كامرې او كاغذونه په وينو ور رنګين كړي، خو دوى له دې كار څخه وېره نه لري او د بې پرې اطلاعاتو د خپرولو لپاره يې خپل سرونه هم بايل� �ي دي. ",خبريال د ولس د هيلو ترجمان (د ميرويس جلالزي ليكنه) 5386,," د پياوړي عالم او مفكر ليكوال كانديد اكاډمېسن م حمدانور نوميالي مړى نن سې شنبه له پلازمېني كابل څخه كندهار ته راوړل كېږي. استاد نوميالى چي د روان كال د تلي د مياشتي پر ۱۲ چي د ۲۰۰۶ كال د اكتوبر له څلورمي س� �ه سمون خوري په ډنمارك كي د دزړه د درېدو له كبله په حق رسېدلى وو، تېره ورځ يې مړى له ډنمارك څخه كابل ته راورسېد. ټاكل شوې ده چي د استاد نوميالي مړى به د كندهار پوهنتون ته څرمه د افغانستان او سيمي د پياوړي څېړونكي، ټبرپوه، ژبپوه، تاريخپوه، ليكوال او شاعر علامه رشاد بابا (رح) په زيارت كي خاورو ته وسپارل شي.   يادونه: د استاد نوميالي د مړيني د مراسمو حال به د بېنوا ويبپاڼي له خوا ګام پر ګام پر ليكه كېږي. ",د ارواښاد استاد نوميالي جنازه كندهار ته رسېږي 5387,," د افغان وتلى او نامتو ليکوال او لوى تا� �يخپوه کانديد اکاديمسين استاد نوميالي جنازه نن له غرمې وروسته ٣ بجې او ديرش دقيقې کابل ته راورسيده . د ا� �وښاد افغان وتلى شخصيت د جنازې بدرګې ته گڼ شمير افغان فرهنګيان، فرهنګپال ، شاعران ، ليکوالان ، د کابل پوهنتون استادان او زده کوونکي ، د افغانستان د علومو د اکاډمى د څانګو مشران او غړي او د نوموړي لوړ علمى � �خصيت مينه وال راټول شوي وو . کله چې د ارواښاد جنازه د وزير اکبر خان روغتون انګړ ته راوړل شوه ،گڼ شمير نور فرهنګيان او مينه وال د وروستۍ مخه ښې او وداع په موخه په سترو ليکو کې راټول شوي وو،او د ارواښاد روح ته د دوعا په کولو سره يې د درناو ى مراتب پر ځاى کړل . ټاکل شوې ده د ارواښاد جنازه د سه شنبې په سهار د کندهار په لور و� �يږدول شي . ",د ارواښاد نوميالي جنازه کابل ته راورسيده 5388,," د کندهار - سپين بولدک په لاره کې نن سهار د حوت د غ� �ه په سيمه کې د تيلو يو ټانکر ته اور اچول شوى دى . ددغه پيښي مسئوليت طالب جنګياليو پر غاړه اخيستى او د نوم وړې ډلې يو وياند ډاکتر حنيف ويلي ، چې دغه ټانکر له پاکستان څخه په کندهار کې د امريکايانو پوځې اډې ته تيل ليږ دول . ",کندهار کې د تيلو يو ټانکر سوى دى 5389,ميرويس جلالزى,"   په پارلمان كې د كابل د خ� �كواستازي  وروسته له هغه د خبريالانو په وړاندي له خپلو وروستيو خبرو او تورونو بښنه وغوښته چې وړمه ورځ يې د كابيني پر دوو وزيرانو او د كابل د امنيه قومندان په اړه په ولسي جرګه كي كړي وې. نوموړې د كابل امنيه قوماندان امان الله ګذر په غلا تورن كړى وو. جميل كرزي نن وويل دى د كوم فشار له كبله بښنه نه غواړى بلكى دا كار د هيواد د ملي ګټو په خاطر كوي. ",جمیل کرزی بښنه وغوښتنه 5390,," د بغلان ولايت د تره خېلو په سيمه کې تېر م اځيکر د آيساف په ځواکونو بمي بريد شوى دى، چې له امله يې يوازې يو موټر زيانمن شوى دى. د بغلان امنيتي چا� �واکو له بېنوا ويبپاڼي سره د چاودنې پخلى وکړ او وايي هيڅ ډول مرګ ژوبله نه لري. ويل کېږي بمي چاودنه له لرې د ريموټ کنټرول له مخي شوې ده. ",په بغلان کې د آيساف ځواکونه په نښه شوي دي 5391,," د ننګر هار امنيتي چارواکو منلې چې تېره ورځ د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د ناټو ځواکونو د ننګرهار ولايت د سپين غر په سيمه کې ١٢٠ کيلو ګرامه هيرويين تر لاسه کړي دي. له دې وړاندې هم د دغې سيمې له مربوطاتو څخه ٢٠٠ کيلو ګرامه هيرويين تر لاسه شوي وو. ",په ننګرهار کې ١٢٠ کيلو ګرامه پوډر تر لاسه شوي 5392,," ", 5393,ميرويس جلالزى,"   د دې ځواكونو يوه وياند نن وويل د هلمند له موسې ك� �ا ولسوالۍ څخه په دې منظور نه دې وتلي چې ګواكې د ولسوالۍ پر سر له طالبانو سره يوه جوړ جاړې ته رسېدلي دي، بلكي دا كار يې د نوموړې ولسوالۍ د قومې مشرانو او سپينږيرو په مشوره تر سره كړى دى. له دې مخكې ۱۲۰ تنه برتانوي سرتېري په دې ولسوالي كې ځاى پر ځاى شوي ول. د ناټو قواوو دې وياند چې نوم يې نه دى اخيستل شوې دا هم وويل چي دا كار يې د هلمند له والي انجينر داود سره په سلا تر سره كړى د� �. نوموړې هغه تورونه رد كړل چې ګواكې له دې پس به د افغانستان ملي بيرغ په موسې كلا ولسوالې كې نه رپېږې . له دې م خكې طالبانو ويلي وو چي نور به په موسى كلا ولسوالي كي د افغانستان د ملي بيرغ پر ځاى د طالبانو د امارت بيرغ � �پېږي.   ",د ناټو ځواكونه له موسى كلا ولسوالي څخه ووتل 5394,ميرويس جلالزى,"   د سوله ساتې ځواكونو له خوا په خپره شوې خبر پاڼه كې راغلې چې د طالبانو دا مشهور قوماندان او د هغه له لسو څخه تر ۱۵ پوري پلويان يې د روزګان د خود په كلې كې د هوايې بمبارۍ پر مهال وژلي دې. ځواكونه وايې چې په دې بريد كې يې ۳  دوسوه پنځوس كيلوګرامه بمونه د طالبانو په پټن ځاى غورځولې چي ملكې وګړو ته پكې مرګ ژوبله نه ده اوښتې. خو په دې اړه لا تر اوسه طالب جنګياليو څه نه دي ويلي.   ",د طالبانو يو وتلى قوماندان په روزګان كې وژل شوى 5395,ميرويس جلالزى," دا ټكې د سې شنبې په ورځ د جمهوري رياست وياند كريم رحيمي په يوه خبري غونډه كې خبريالانو ته څرګند كړ. رحيمي وويل: دوى هڅه كوي په هر قيمت چي وي د افغانانو امنيت تامين كړې او په دې لټه كې دې چې څرنګه كولاى شې مخالفين له خپلو اعمالو لاس په سر كړې. رحيمې همدا راز د هغې پوښتنې په ځواب كې چې ت� �هرګر له پاكستان څخه راځې كه څنګه وويل په دې اړه څه نشې ويلاى خو دا روښانه خبره ده چې د ترهګرو روزنيزي اډې په افغانستان كې وجود نه لرې. همدا رنګه د جمهوري رياست وياند په دې خبرې ناسته كې د لوى څارانوال له وروستيو اقدام اتو د حامد كرزې كلك ملاتړ اعلان كړ او دې ته يې اشاره وكړه چې د لوى څارنوال عبدالجبار ثابت كاري ټيم د حكومت كلك ملاتړ له ځان سره لرې.   ",افغان دولت له ځانمرګو بريدونو كلكه اندېښنه لري 5396,," خليل الله سروري/ کندهار پرون سې شنبه د۱۳۸۵ کال د تلي ۲۵ مه غرمه ۱۱ نيمي بجې د كانديد اكاډمېسن استاد محمدانور نوميالي جنازه له كابل څخه كندهار ته راورسېده. استاد نوميالى د تلي د مياشتي پر ۱۲مه له هيواد بهر د اروپا په ډنمارك هيواد كي د و� �پېښي ناروغۍ له كبله په حق رسېدلى وو، چي جنازه په داسي حال كي كندهار ته داخل شوه چي له ښاره د خپلواكو فرهنګي ټولنو استازي، د اطلاعات او كلتور رياست چارواكي او د استاد د كورنۍ غړي مخي ته ور وتلي وه. د استاد نوميالي جنازه د لسګونو كسانو په بدرګه د كندهار پوهنتون ته څرمه د علامه رشاد بابا (رح) زيارت ته يووړل شوه. وروسته د استاد نوميالي مړيني ته ځانګړې شوې جريده (روهي بهير) د جنازې پر ګډونوالو ووېشل شوه، چي د استاد نوميالي په اړه د بېلا بېلو ليكوالو ليكني او د خواشنۍ پيغامونه پكښي چاپ شوي وه، دا خپرونه په كندهار كي مېشت روهي ادبي بهير له خوا د استاد نوميالي د مړيني په خاطر چاپ شوې وه. د استاد نوميالي د جنازې مراسمو ته له كابل څخه د علومو اكاډمۍ په استازيتوب پوهاند عبدالهادي هاند، د كندهار ولايت مرستيال ډاكټر همايون، د اطلاعات او كتلور رئيس عبدالمجيد بابى، د ښووني او روزني رئيس حيات الله رفيقي، د علامه رشاد اكاډمۍ مشر انجينر شيرشاه رشاد، ډاكټر طارق رشاد او د ځينو نورو دولتي ادارو مشران، د خپلواكو ادبي ټولنو غړي او د استاد نوميالي ارادتمندان راغلي وه. چي د جنازې تر لمانځه ادا كولو وروسته يې مړى د غرمې پر ۱ بجه خاورو ته وسپارل شو. او د درناوي په دود يې پر قبر د ګلونو ګېډۍ  كښېښودل شوې. د مراسمو دوهمه برخه غونډي ته ځانګړې شوې وه چي په پيل كي د كندهار د اطلاعات او كتلور رئيس عبدالمجيد بابي پرانيستونكې وينا وكړه، ډاكټر طارق رشاد د استاد نوميالي ژوند ليك ولوست، د ولايت مرستيال ډاكټر همايون د ولسمشر كرزي پيغام ولوست، د ع� �ومو اكاډمۍ پيغام د پوهاند هاند له خوا ولوستل شو، د كندهار د ښووني او روزني رئيس حيات الله رفيقي وينا وكړه. په پاى كي د يو شمېر پيغامونو تر ويلو وروسته د استاد نوميالي د كورنۍ په استازيتوب د هغه زوم ډاكټر شيرحسن حسن خبري وكړې، نوموړي د استاد په جنازه كي له ګډونوالو څخه مننه وكړه، چي تر هغه وروسته غونډه د درو بجو په شاوخوا كي د استاد اروا ته د خوښۍ د دعا په ويلو پاى ته ورسېده. ",دارواښاد استاد نوميالي جنازه خاوروته وسپارله سوه 5397,," تېره ورځ د كندهار او سپين بولدك پر لويه لار د ناټو ځواكونو له يوه كاروان څخه د مساپرو پر يوه موټر ډزي كړي دي، چي ټپيان يې كندهار ښار ته د درملني لپاره راوړل � �وي دي. له سيمي څخه راغلي يوه عيني شاهد بېنوا ويبپاڼي ته وويل دا پېښه د كندهار او بولدك پر لويه لار د تخته پل له ولسوالۍ سره هغه وخت رامنځته شوه چي ناټو ځواكونو يوه سراچه موټر ته له سړك څخه د اوښتلو وويل، خو دا چي د ياد شوي موټر سرعت تېز وو، ويې نه شواى كړاى له سړك څخه كښته شي، چي ورسره سم د ځواكونو له خوا تر بريد لاندي راغلى، د دې عيني شاهد په وينا ژوبل شوي كسان دواړه ما� �ومان دي. دا په تېره يوه مياشت كي څوويم ځل دى چي په كندهار او نورو ولايتونو كي دا ډول پېښي رام نځته كېږي، تېره مياشت هم د ناټو ځواكونو د كندهار په ناګان سيمه كي يو لاروى په عيني ډول ټپي كړى وو. ",ناټو په كندهار كي دوه ماشومان ټپيان كړي دي 5398,تلاښ الکوزی," دا اثر چي هالنډ مېشتي ليکوال ښاغلي تلاښ ا� �کوزي ليکلی دنوموړي په همکاري په سهيلي پښتونخوا کي د پښتوادبي غورځنګ له خوا چاپ او خپور سوی دی  د نړۍ د هيوادونو لنډه پيژندنه سوېده او همدا راز د هغوی جغرافيه ،اقليم ، وگړي  او پانگه هم په مفصله توگه ښودل سويدي .د نرۍ په هکله په زړه پوري مالومات ليکل شويدي . چي په ۳۶۰ مخونوکي چاپ سوی دی .کتاب پيژندنه :   دکتاب نوم :نړۍ پيژندنه ليکوال : تلاښ الکوزیخپرونکی : پښتو ادبي غو� �ځنګ.کويټهدخپرونولړ: ۱۲چاپکال : ۱۳۸۵ ل < ۲۰۰۶>مچاپ شمېر :  ۱۰۰۰  توکهکمپوز / ډيزاين : لمر کم پوز کور.کوتهکمپوزوونکی : بارکوال / محمد عالم لوراندچاپځای  :  يونايټيد پريس کوته  دمع� �وماتو له پاره پر دې پته ليک وليکی azadafghanan@hotmail.com             ",(نړۍ پېژندنه ) دنړۍ دهيوادونو معلومات 5399,تلاښ الکوزی," دا اثر چي هالنډ مېشتي ليکوال ښاغلي ت� �اښ الکوزي ليکلی دنوموړي په همکاري په سهيلي پښتونخوا کي د پښتوادبي غورځنګ له خوا چاپ او خپور سوی دی  د نړۍ د هيوادونو لنډه پيژندنه سوېده او همدا راز د هغوی جغرافيه ،اقليم ، وگړي  او پانگه هم په مفصله توگه ښودل سويدي .د نرۍ په هکله په زړه پوري مالومات ليکل شويدي . چي په ۳۶۰ مخونوکي چاپ سوی دی .کتاب پيژندنه :   دکتاب نوم :نړۍ پيژندنه ليکوال : تلاښ الکوزیخپرونکی : پښتو ادبي غورځنګ.کويټهدخپ� �ونولړ: ۱۲چاپکال : ۱۳۸۵ ل < ۲۰۰۶>مچاپ شمېر :  ۱۰۰۰  توکهکمپوز / ډيزاين : لمر کمپوز کور.کوتهکم پوزوونکی : بارکوال / محمد عالم لوراندچاپځای  :  يونايټيد پريس کوته په سهيلي پښتونخوا کي ددې کتاب د ترلاسه کولو له پاره پر دې نمره زنګ ووهی : پښتو ادبي غورځنګ 00923009388150  دمعلوماتو له پاره پر دې پته ليک وليکی azadafghanan@hotmail.com             ",( نړۍ پېژندنه )د پښتوادبي غورځنګ له خوا چاپ سو 5400,ن. اسماعيل خيل," ن. اسماعيل خيل -  ۱۳۸۵د تلې ٢٥ ،  کاب� �   د هېواد وروستيو جريانونو او پېښوته که ځېرشو ، نو  که د معمول په څېر يواځې بهرنيان  پړه ونه ګڼو ،نور لاملونه به هم راته روښانه شي .  يو له دغو لاملونو څخه د واکمنوناسمه سياسي تګ لاره او د هغوى کم ظرفيتي ده . دغه کمزورو سياستونو زموږ هېواد په يوه داسې لوبغالي بدل کړى چې هره لوبغاړې ډله په کې خپل تمرينونه کوي . د طالبانو له پرزېدو وروسته چې د لنګوټيو ځاى نيکټايانو ونيو،  عام ولس په دې باور و چې دغه جامع الکمالات کسان به نور هرڅه سم کړي او وطن به ګل و ګلزار کړي خو حالاتو وښوده چې دوى هم دومره خام دي چې دنومونو په اخيست� �ويې ژبه تريو والى احساسوي . د يوشمېر مهمو کسانو وروستيو څرګندونو وښوده چې اوس دهېواد برخليک د � �يونيانو په لاس کې پرېوتې دي او معلومه نه ده چې دغه ليونيان به هېواد او ولس کومې خواته بوځي ؟  ليونيان زما اصطلاح نه ده ، بلکې هغه اصطلاح ده چې مشران يوبل ته پرې خطاب کوي .  څه موده وړاندې لوى څارنوال عبدالجبار ثابت په ولسي جرګه کې د کابل دخلکو استازى رمضان بشر دوست د ليوني په نوم ياد کړ . بشردوست د هغو څ� �ګندونو په بدل کې د لوى څارنوال له خوا دغه لقب   وګاټه چې هغه  لوى څارنوال د فساد پروړاندې مبارزه کې ناکام پيش بيني کړ .کله چې ثابت نه په دې اړه پوښتنه وشوه هغه وويل بشردوست يو ليونى دى . بشر دوست ددغو څرګندو په ځواب کې وويل چې ددغه شان کسانو په وړاندې بايد سړى چوپ شي او سلام ورته وکړي . دبشردوست خبره د ثابت له ګوزا� �ه ډېره خطرناکه وه ، ځکه بشردوست هغه آيت شريف ته اشاره وکړه چې فرمايي : (( کله چې جاهلان ورسره خبرې کوي نو دوى ( هوښياران )  د سلام په ويلو ترې ځان خلاصوي . )) له دغو لفظي شخړو لا اونۍ نه وه تېره شوې چې لوى څارنوال د هرات ښا� �وال چې د مجدديانو له کورنۍ څخه دى په اختلاس تورن کړ .ددې خبر په اورېدو   لوى  مجددي ( صبغت الله مجددي )  چې د سناتورانو مشري هم کوي ، عصبي کړ .  هغه سترګې پټې کړې او وې ويل : ( ( ديوانه را اورده لوى څارنوال مقرر ک� �ده . ))  صبغت الله د خپل مجددي په اختلاس  دومره خپه شو چې حتې د استعفا غوښتنه يې وکړه ،  خو چې کله ميا� �تنى درې نيم زره ډالره معاش ور په زړه شو ، له خپلې خبرې واوښت . که څه هم مجددي د سولې دکميسيون مشري هم کوي او ددغه کميسيون له لارې له ګوانتانامو او د بګرام او کندهار له جهنمي زندانونو څخه بيوزلي او بې ګناه زندانيان له مياشتو او حتى له کلونو وروسته خوشې کېږي . مجددي ددغو بنديانو له وضعيت ، د نړيوال پوځونو له خوا د بې رحمه بمباريو ،  د عامو خلکو د وژنو او ... نورو د نه کولو کارونو څخه خبر دى . خو هغه هيڅ کله هم ددغوناخوالو په وړاندې د غبرګون په ډول استعفاته حاضر نه شو او نه يې پرې سر وګرو خو د خپل يوه مجددي په وړاندې د لوى څارنوال څرګندونو د استعفا مانور ته حاضر کړ . ددغو خبرو انګازې لا نه وې ورکې شوې چې  د ولسي جرګې يوه وکيل جميل کرزي ، دکابل پر امنيه قوماندان ، د کورنيو چارو او ملي دفاع په وزيرانو خوله پرانيسته .  هغه د کابل امنيه � �وماندان لوى غل او ياد شوي وزيران فرعونيان وبلل . دده په ځواب کې بل وکيل نجيب کابلي هغه د پاکستان د اى اس اى جاسوس وګاڼه . جميل کرزي که څه هم په اوله ورځ د خپلو خبرو له امله بښنې غوښتنې ته چمتو نه شو ، خو نن يې ( د تلې ٢٥ مه )  له خپلو څرګندونو يوه ورځ وروسته د خبريالانو په وړاندې بښنه وغوښته . د مقاماتو او د ملت د نماينده گانو دغه ډول ګډوډې څرګندونې يو ځل بيا د هېواد برخليک له اندېښنې سره مخ کړى دى . پخواني کسان خو تاريخ محاکمه کړل خو په اوسنيو کسانو د تاريخ زور هم نه رسيږي ځکه دوى په خپله وينا ،  ليونيان دي او ليونيان معاف ګڼل کېږي . خدازده دا غلام به يې بيا راته په کوم يو غلام پلوري ؟؟ دا يوسف وطن مې بيا د سوداګرو په لاس پرېوت ( لاهو )  ",دهېوادبرخليک دليونيانوپه لاس (ن . اسمعيل خېل) 5401,"دکمال � �يکنه"," دکمال ليکنه دا څووم ځل دې چې د پاکستان ولسمشر جنرال پرويز مشرف په افغانستان کي د پښتنو د محکومېت خبره کوې. اوس پوښتنه پيدا کيږي جې ايا رښتيا هم پښتا نه په افغانستان کې محکوم دي؟دا پوښتنه په دوه برخو کې ځوابيږي: ساده ځواب يې دادى چې هو، خو له دې سره سم دا خبره هم مهمه ده چې په دې محکوميت کې تر ټولو ډير جن� �ال پرويز مشرف او دده د هيوادسياسي - نظامي ادارې او اشخاص مسول دي. پښتا نه د افغانستان تر ټولو ستر قام دى او تل يې د هيواد د ازادۍ لپاره٩٠% قربانۍ ورکړي دي. پښتا نه ددې سېمې ستر قام هم دى خو ددې ستر قام په مقابل کې ملي او نړيواله توطيه شوې او روانه ده او همدا وجه ده چې دا قام په دومره سترتوب، عظمت او پياوړي پوټانشيل هم په خپل هيواد کې محکوم دى، هم  سيمه او هم په نړۍ کې. دپښتنو په محکوميت او ماته کې دا لاندې فکتو� �ونه د يادونې وړ دي: 1.        دروسانو رول 2.        د پاکستان  رول    3.        دنورو هيوادونو (اروپايي اتحاديې، تاجکستان، ازبکستان، ترکيې، چين اوايران) رول    4.        د امريکا رول    5.     د کور دننه افغان ضد کړيو (پرچم، جميعت، ستم، جنبش او ايران پلوه ډلو)  رول 6.        د کرزي او ظاهر شاه  رول هيله ده تاسو ګران لوستونکي د پورته عواملو تشريح او بيا د حل لارې چارې په غور ولولئ او بيا قضاوت وکړئ.   پښتا نه د پښتنو په پاچهيو کې هم چندان حاکم نه وو. د اعليحضرت په دوره کې له ٤٤٠٠٠ مامورينو څخه يوازې ٦٠٠٠، (١٤%) يې پښتا نه وو. دا سمه چې نيم کا بل يوه سردار او نيم يې بل ځانته قواله کړى و، خو د پښتون عوام هماغسې در په در وو لکه دنورو قام ونو او حتى ترې بدتر وو. بابا ګانو انګيرله چې د پښتنو هر قام يو طبيعي تشکل دى او بايد له حکومت او دولتدارۍ � �يرې وساتل شي او يوازې هغه وخت د ښاري کيدو چانس ورکړل شي چې خپله ژبه او فرهنګ پريږدي. د کابل د شش کروهي  پښتا نه يې تر ټولو ښه بيلګه ده، خو تر ټولو پياوړې ضربه پښتنو ته روسانو و� �کړه: کله چې د جدي په شپږمه روسانو پر افغانستان � �اودانګل نو خپل تيرى به يې کله داسې توجيه کاوه جې (له جاهل اکثريت څخه مظلوم اقليتونه ازادوي). په حقيقت کې دوى ټول افغانان غلامول خو د ملي نفاق تخم شيندلو له پاره يې داستعمار زاړه فرمولونه کارول چې (اقليت په لاس کې ونيسه او اکثريت وټکوه) او (بيل يې کړه، ايل يې کړه) که څه هم ټولو قومونو دروسانو پر ضد جهاد وکړ خو په پاې کې � �وسان وتو انيدل چې مزدورې ډلې او مزدور اشخاص را منظم کړي او دجګړې شعار چې (دکمونيزم پر ضد داسلام جګړه ) وه د (اکثريت پر ضد داقليتونو جګړه) کړي ،او ځکه د١٣٦٠ کال راپديخوا مسعود په پنجشير او ايران پلوه جنګي ډلو په هزاره جاتو کې دروسانو پر ضد فعاليت پريښود او ( داخلي جګړې) ته يي تيارى پيل کړ.په را وروسته کلونو کې دجهاد او غزا ټول درون بار په پښتنو مجاهدينو بار شو او روسانو له مخې او مسعود له شا تر ضربو لاندې ونيو� �. د پښتنو د کمزورۍ لپاره روسانو بيلابېلې ستراتيژي ګانې کارولې چې يو اوږود تاريخي کتاب پرې ليکل کيداى شي. مثلاً  د روسانو يوه  ستراتيژي دا وه چې مسعود يې په پنجشير کې کينولاى و او دې ورځې ته يې پياوړى کاوه چې که کا� �مل او ډله يې وروستنى مقاومت له لاسه ورکړي نو مسعود به د مجاهد په جامه کې رامخې ته کړي او جهاد به له داخله ناکام کړي. روسانو د خپل لاسپوڅي حکومت په دننه کې  هم پښتانه له دولت نه ايستل يا يې څنډې ته کول، دوى  د ټولو مهمو دفترونو مخې ته رجسترونه اچولي وو او د مراجعينو پتې او قام به يې پکې ثبتاوه، که به پوه شول چې کوم پښتون چارواکي  ته چې خلقي يا پرچمي به هم وډير مراجعين ورځي او په اصطلاح ( مردم دار)           دى له دغې دندې يي لرې کاوه او بلې سمبوليکې ( کله کله لوړې) دندې ته ګوماره . روسانو به ويل چې بايد داسې شرايط جوړ کړي چې (پښتون دحکومت کولو قابليت له لاسه ورکړي).خلقيانو چې (دنړۍ کارګرانو سره يو شئ) تر شعار لاندې ترټولو ډير پښتانه وژلي وو،  دروسانو باور يي په دې خاطر خپل نه کړ چې زياتره يي دقوم له نظره پښتانه وو.  ځينو روسانو به ويل چې ټول خلقيان بايد مړه شي ځکه دوې پښتانه دي او که پښتانه هم نه وي خواص يي دپښتنو دي او پښتنو دروسانو ١٥٠٠٠٠ پوځ مات کړى دى.   روسان بريالي شول،لومړى يي دډاکټر نجيب په واسطه پښتانه له اردو وويستل او بيا يي مسعود له پنجشيره کابل ته راووست او هر څه يي چور کړل او داسې حالت يي � �اووست چې حق او ناحق ،  مجاهد او جنايتکار، وطنپلورى او وطنپلوى پکې ورک شول. دډاکټر نجيب  هغه فارمول خو تر ټولو مخکې دده سر وخوړ چې ويل به يي ( دپښتنې-خلقي-اردو???) په مقابل کې بايد (اقليتي- پرچمي- مليشه???) جوړه شي ددې لپاره دبحران دنړيوال ګروپ رپورټ وګورئ. http://www.crisisgroup.org/home/index.cfm http://www.crisisgroup.org/home/index.cfm?id=1266&l=1 http://www.crisisgroup.org/home/index.cfm? id=1641&l=1 دپاکستان تخريبي رول هم تر روسانو کم نه و، دوې دپښتنو د تباهۍ لپاره بيلابيلې ستراتيژي ګانې کارو� �ې: 1.      دپښتنو په سيمو کې دپوهنې او زده کړې ، بريښنا ،سړک،ر و غتيا او هر ډول تمدن او دتمدن ټولې نښې له منځه يوسي. ښوونځي وسوزوي او خوانان د پاکستان په ديني مدرسو کې زده کړې ته وهڅوي ( په دې کار کې پاکستان بريالي شو، دپاکستان په ديني مدرسو کې له ٦ لکه طا� �بانو څخه نيمايي يي افغان زلميان وو چې له هيواده لرې لوې شوي او دهيواد د تاريخ او ملي ګټو په باب يې لږ معلوم ات هم نه لرل. دوې دامعصوم ځوانان داسې په خپلو لومو کې بند کړل چې ورته ملانا فضل الرحمان ، مولانا سميع الحق،� �يراني،حسن جان او حسين احمد تر احمد شاه بابا، ميرويس خان ، وزير محمد اکبر خان،  م لا مشک عالم او نورو ملي قهرمانانو مهم ښکاريدل او ښکاري. 2.      په بدل کې پاکستان بايد دپولې هاخواپښتنو ته  دپوهنې روغتيا ، سرک ټولې اسانتياوې ورکړي او په دې ډول ورته وښايي چې ددوې ژوند له پاکستان سره په يو ځاې اوسيدو کې ترهغه ډير نيکمرغه دى چې له خپلو افغاني پښتنو ورونو سره يو ځاى شي. 3.      دافغانستان دحکومت په سر کې پايد يو غير پښتون مشر راشي چې دپښتنو مسله ورته مهمه نه وي. ( په ١٩٩٢ کال کې  يې په راولپينډۍ کې د� �باني په ټاکلو سره دابريا هم ترلاسه کړه) خو ددې لپاره چې غير پښتون افغان مشرتوب ايران ته ورنژدې نشي په  دولت کې بايد تل يو وهابي عنصر وساتل شي.( پاکستان داکار له رباني سره دسياف او حاجي روح الله په يوځاې کولو سره ترلاسه کړ) 4.      داچې مسعود تررباني پياوړى او تر پاکستان روسيې ته ډير نژدې ونو بايد د هغه دله منځه وړلو لپاره يي هم په بديل فکر کړاى واې او داکار پاکستان ته ځکه اسان و چې د پښتنو په سيمه کې يې د پوهنې په له منځه وړلو سره يوه ستره خلا رامنځته کړې. پاکستان په هغه هيواد کې افغان مهاجر ملت پال، تحصيل يافته ، او پاک نفسه افغانان ووژل، په پښتنو کې يې بې اتفاقي واچوله خو اصلي نظر يي په رباني و. دپاکستان دپوځ يو جنرال ليکلي چې دوې به ظاهراَ ګلبدين حکمتيار ډير نازوه خو په آې اس آې کې دده ددوسيې پر شا ليکل شوي و ( داښاغلى بايد هيڅکله دافغانستان مشر نه شي ځکه پښتون دى او هر پښتون به تر ټولو لومړى له پاکستان نه  پښتونستان غواړي). اوس چې جنرال مشرف دپښتنو د محکوميت خبره کوي د صداقت له مخې يې نه کوي او دوه هدفونه لري : 1.        لومړى غواړي دپښتون په نماينده ګي خپل جاسوسان  دافغانستان په دولت کې داخل کړي، او 2.        دوهم دا چې که پخپله افغانان په خپلو کې دا خبره دورورى په فضا کې راوړاندې کړي نو په کور دننه دحق ، عدالت او ثبات مخالفين به پرې دستي دا ټاپه ولګوي چې دا دمشرف طرحه ده. راځئ په خپلو قضاوتونو کې تر احساساتو زيات پر حقيقتونو حساب وکړو، دافغانستان پښتانه او زياتره سياسي تحليلګران  په دې زړه ښه کوي چې د افغانستان ددولت په سر کې کرزى صاحب شته خو ډيرې زياتې بيلګې شته چې ډير مشران سمبوليک رول لري. دپاکستان په تاريخ کې پښتانه تل محکوم ساتل شويدي، خو ددغه هيواد ډير مشران لکه مارشال ايوب خان، مارشال يحيي خان او غلام اسحق خان پښتانه وو او دا چې دنظام اساسي هسته يي د پنجاب په لاس کې ده نو د ولسمشران دپنجاب مامورين وواو يوازې د پنجابېګټې يې ساتلې. حامد کرزى هم د نظار شورا او جميعيت مامور او حتى ميلمه دى چې دددوى د جناياتو د پټولو لپاره ديو پوښ کار ورکوي.(وروسته به لږ په تفصيل وڅيړل شي). ايران افغانستان خپل يو ولايت ګڼي او ځينې يي پکې د مخملباف په شان وايي چې که افغانانو کم عقل توب نه واې کړى او ځان يي له ايران څخه جلا کړى نه واى نو اوس به يي په هغو نفتو کې برخه واې چې ايران يي لري. دايران داسلامي نظام مدعيان تل په افغانستان کې د يوې ژبې او يو مذهب په نوم مداخله کوي او د امريکايانو په موجوديت کې هم ښه بر� �اس لري. ځينې اروپايي هيوادونه لکه فرانسه او انګ� �ستان هم په افغانستان کې يو اړخيز سياست پر مخ بيايي او همدوې وو چې دمسعود کاغذي شخصيت يي په افراطي او مصنوعي ډول نړۍ ته تبليغ کړ. امريکا پښتانه دروسانو پر ضد د وسيلې په ډول وکارول، يواځې په دې شرط ورسره جوړجاړي ته تيار وو چې دروسانو څخه تر ازادۍ وروسته دې ددوي مريان � �ي. خو کله چې پښتنو ونه منله نو آمريکا افغانستان بې سرنوشته او حتى دپاکستان او روس سياليو ته پريښود، له خلا څخه لومړى روسانو کار واخيست او دمسعوداودوستم  په واسطه يي دهيواد ټول بنسټونه ونړول او بيا پکې پاکستان او القاعده سازمان دامريکا پر ضد دجګړې دتمرين ميدان  جوړ کړ.او چې کله يي امريکا پخپل کور کې ټپي کړه نو راروانه شوه او هغه نظار شورا يي په کابل مسلطه کړه چې روسانو جوړه کړې ده او ٦٥٠٠٠ مظلوم کابليان يي په داسې حساس وخت کې دخپل ناکام،بدنام او محدود قدرت لپاره وژلي وو چې � �ه نظار شورا او کارملي پرچميانو پرته د افغانستان د مسلې ټولو درګيرو خواو دملګرو ملتونو دسولې پلان منلى و. امريکا دخپلو سروې ګانو نتيجو ته هم ونه کتل چې ښودله يي دافغانستان ٩٩% اولس دنظار شورا نه غواړي. امريکا دبن تش په نامه تړون کې رسماَ افغانستان په قومي بنيادونو وويشه .  تر٦٠% زياتو پښتنو ته يي ٣٣%، ١٢% تاجکو ته يي ٢٥% او ٥% هزاره وو ته يي ١٩% برخه وليکله. دافغانستان باشعوره پښتانه ،تاجک ، ازبک ، هزاره او ټول قومونه د منځنيو پيړيو دا وروسته پاتې ويش يوه مسخره ګڼي او پوهيږي چې پوستونه بايد دلياقت ،کفايت ، تقوى او اهليت پر بنسټ وويشل شي او داچې دافغانستان ټول قومونه بااستعداده بچيان لري نو که قومي توازن ضرور هم وي ددغو غوره معيارونو په پام کې نيولو سره به په طبيعي ډول رامنځ ته شي. امريکا په عمل کې تر دې هم زيات افراط وکړ او ١٠٠% اجرائيوي پوستونه يي نظار شورا ته ورکړل چې نظار شورا په دروغو ځان دتاجکو نماينده وتراشه. امريکا ددې جنايتکارانو دنارواو دپوښولو لپاره يو ډير عادي او بې استعداده سړى ( حامد کرزى) چې ظاهراَ ارزګان په کوم غره کې پټ و ، نه يي لښکر درلود او نه يي عسکر، نه ګوند او ډله لري او نه د سازمان ورکولو استعداد، خو دسمبول په توګه يي ددې مظلوم هيواد مشر کړاو څو زاړه ،بې انرژي اوبې استعداده کسان او يو څو پرچم يان او شعله يان يي ( چې پښتون دښمني يې په خپلو سازمانونوکې د يو مضمون په شان لوستې ده) دپښتنو په نوم په سمبو� �يکو پوستونو کې ورسره وټاکل چې دنظار شورا ميلمانه وو، دي او ددوې ژوندهره شيبه دخادستو باډي ګارډانو ت� �تهديد لاندې دى.  دهيواد په دننه کې ملي ضد ډلې (پرچم،ستم،جميعيت، نظارشورا،جنبش او نورې) په ډيرو يادولو نه ارزي ځکه دوې دملت او کوم قوم استازي نه دي او هماغومره د تاجکو هزاره وو او ازبکواو نورو دکرکې وړ دي لکه دپښتنو چې دي. هيڅ باشهامته افغان  دروس او امريکې ، ايران او پاکستان ، چين او اروپا او نورو ګوډاګيان چې دافغانستان ديوه او بل قوم او په ځانګړي ډول دپښتنو دکمزور ي کولو لپاره دهيواد دبهرنيو دښمنانو دغلامۍ کړۍ پر غاړه او په مخ کې يي سجدې وکړي د خپل استازي په توګه نشي ګڼلاې. ما دافغانستان د بيلابيلوقامونو له استازو سره بحثونه کړي آو ټولو دآ منلې ده چې  دپښتنو کمزوري دټول افغان ملت کمزور ي ده  او هغه څوک چې دپرديو په لمسه د افغانانو ملي، افغاني او اسلامي يووالى او ورورولي ورانوي هيڅ قوم ته ګټه نشي رسولاې او څوک چې دافغانستان ديو قام په محکومولو دبل قام دلوړولو وعدې کوي ددې ملت دښمن دى. د افغانستان هرقام ددې ملت د وا حد بدن يو مهم غړى دى او د هر يو په کمزوري کيدو د ملت ټول بدن کمزوري کيږي چې هيڅ باايمانه افغان دا نه زغمي. يوازې څو د ګوتو په شمار کسان به وي چې ددې تخريب لپاره جوړ شوي دي. داسې يو معلوم ا� �حال شخص برهان الدين رباني دى، کله چې  په ٢٠٠١ کال کې رباني دامريکا دبي٥٢  تر وزرونو لاندې ارګ ته ننوت نو ډير قوي تخريبي ګوزار يي وکړ ا و د(صد ټک زرګر و يک ټک اهنګر) خبره يي ثبوت کړه. دې چې نرم او معتدل سړى ښکاري ډير سخت زړى ، باعزمه ، قاطع او ثابت سياستمدار دى خو دهيواد په ورانۍ ، دملي يووالي په ويجاړۍ ،دروسانو او ټولو استعمارچيانو په غلامۍ او دافغانستان دقومونو په خاصه توګه د پښتنو سره په  دښمنۍ کې. رباني ارګ له خپلو جميعيتي او نظار شورا له پ� �ويانو ډک کړ چې ټول غړي يي زموږ دورور قوم تاجک څخه وو او په دې توګه يي هڅه وکړه چې ديو قوم په ظاهري برترۍ او دنورو په محکوميت د ملي نفاق ټپ په ناسور واړوي. دبن تړون چې په حقيقت کې تر دوهمې نړيوالې جګړې ورورسته  دبرلين دتړون کاپي ده چې جرمني پکې دمتحدينو له خوا ويشل شوى و هم دافغانانو  هيواد ، درباني، مسعو، او خليلي او دوستم دجنايتکارانو تر منح وويشه او دې جنايتکارانو لا ن� �و زهر هم پرې وشيندل چې ځانونه يي په ترتيب د تاجکو،هزاره وو او اوزبکو استازي وګڼل . خو دې ډلو له هغو قومونو څ خه هم کوم باکفايته او باهليته افغان صحنې ته رانه ووست چې ددې هېواد خير غواړي بلکه  پاټکيان ، غله او داړه ماران يي بيا په صحنه حاکم کړل. دوى تر ټولو ډير د تاجکو،هزاره وو او اوزبکو د کرکې سره مخ او دوى پرې هم د نورو افغانانو په شان شرميږي چې خپل استازي يې وګڼي.  ځينې رواني ناروغان هم چې دپروفيسر او استاد په نوم دروم له پروسې څخه صحنې ته راغلل زياتره يي هغه څوک وو چې ټول عمر يي خپ� �ې ناروغۍ دپښتون ضد مقالو دليکلو په شکل راڅرګندولې.  داجنګي ډلې په دې ښه پوهيږي چې په افغانستان کې پښتون او بل هر قوم دتل لپاره له نظره غورځول ، په حقوقو يې سترګې پټول او محکوم ساتل شونى کار نه دى خو ددۍ لپاره چې خپلو باداردانو ته ثبوت کړي چې دافغانستان د ملي يوووالي دماتولو دنده يې ديو قام په محکومولو او بل قام ته تر خپلې برخې  څخه دډيرو څوکيو دورکولو له لارې عملي کړې ده. نو بې توازنه ،بې عدالته او ظالمانه ويش يي وکړ: -       په دفاع وزارت کې ټولې هغه ځوکۍ چې اجرائيوي ځواک لري ،لکه دټولي ، کنډک، غونډ او قول اردو قوماندانۍ او ک� �يدي رياستونه په نظار شورا پورې اړه لري او پښتون ته يواځې هغه وخت يو پوست ورکوي چې يا ددوې خپلوان وي او يا په پرچم ډلې يا (کې.جي.بي) پورې تړلى وي او يا دومره کمزورى او بې وزله سړى  وي چې دخپل جم يعتي مرستيال اوامر په ښه ډول ومني او دسمبول کار ورکړي. وايي چې کوم يو يي دپيژنتون درئيس په توګه ټاکلى دى خو کله چې ترې څوک وغواړي چې ديو مسلکي افسر په توګه دې مسلکي او صادق افسران مقرر کړي  نو دى ورته وايي چې زه خو پښتنو نه يم مقرر کړى چې مسلکي کسان راولم، چاچې مقرر کړى يم هغوې ته بايد خدمت وکړم .يو بل مسلکي جنرال چې ډيرې لوړې زده کړې خو کمزورى عزت النفس لري ديو رياست دمشر په توګه ټاکل شوى دى خو له خپل  غير مسلکي مرستيال څخه دومره ويريږي چې دستر جنرال رحيم وردګ څڅه نه ويريږي. ک� �ه چې بسم الله خان ميلې ته ځي نو جنرال  صاحب ته وايي چې راځه ته راسره ښه يې ځکه ته ډيره ښه هندوانه ماتوې . کله چې ددفاع وزير ته چې پخپل وزارت کې د يو ميلمه حيثيت لري، څوک ووايي چي مسلکي اشخاص مقر� �کړي نو ستر جنرال ورته وايي چې( شوله اته بخو، پرده اته بکو). دى دومره بې وسه چې ددفاع وزير په توګه يې غلو کور چور کړ او ده هيڅ و نه شو کړاى. -         د کورنيو چارو وزارت د مسعود يوه ډيپو چي ته ورکړ شوى چې د هيڅ م سلک سند نلري،خو کرز ي خپل يو مشاور موظف کړ چې اولسي جرګي ته تر ورتلو د مخه ورته جعلي سند جوړ کړي،  ځکه کرز ى وايي چې که ضرار مقبل نه وي، نو بريالى راباندې راولي. ښاغلى کرزى صيب! ايا دا هيواد بې مسلکو ضرار او بريالي په قواله اخستى دى؟ ايا کوم مسلکي ارکانحرب پوليس يا کوم بل وړ افغان نه شته؟ نمک ح� �امه ضرار تر قانوني هم سپين سترګى او زړور راوخوت او په ٨٦ نوو ټاکل شوو قوماندانانو کې يې ٥٥ تنه يوازې له تاجک قام او پاتي يې هم د جميعت او نظار شورا خلک ټاکلي دي. ده د کرزي بيابيا هيلې و نه منلې چې دنسبي توازن د ساتلو لپاره يې ضرار ته کړې وې. -          د بهرنيو چارو  وزارت هم دغه حال لري او يو داسې څوک يې په سر کې راغلى چې نور ټو ل څه چې د هيواد په افغاني هويت هم قايل نه دى. په سفيرانو کې هيڅ يو پوره پښتون نشته او که وي نو نيمايي به وي، کرزي رباني قسمي کړى دى چې پښتون به پدې شرط مقرريږي جې تر هغه بل بې کفايته او بې شهامته نه وي. -         ددولتي امنيت په ٢٣ مهمو پوستونو کې ١٣يوازې د پنجشيرولسوالۍدي او پاتې هم له يوقام (تاجکو) او يو تنظيم (جميعت) څخه دي. يوه ډيره جالبه کيسه راته چا وکړه: د خاد ديو رياست مشر اولسي جرګې ته کانديد او له دندې يې استعفى وکړه، دده لومړى مرستيال معلم قادر د کرزي صيب نژدې دوست دى چې دواړه په ارزګان کې دطالبانو د سقوط په � �پو ورځو کې يو ځاى په هڅو بوخت وو، ټولو داسې ګڼله چې ايله اوس کرزي ته موقع برابره شوه چې  معلم قادر رييس کړي، خو کرزي ناڅاپي ددوهم مرستيال په نوم د مقررۍ فرمان صادر کړ ځکه هغه د پنجشيرولسوا� �ۍدى که څه هم يو کم سواده شخص دى، خو ددولتي امنيت مشران بايد د پنجشير وي!!! -         د اداري اصلاحا تو کميسيون يې ډير حيرانوونکى او د خندا وړ دى، يو جګړه ايز قوماندان چې د طب پوهنځي له پ، سي، بي څخه تښتيدلى او په يوه خاص تنظيم کې دملي نفاق � �پاره روزل شوى دى، پروفيسران او د ډکتورادرجې لرونکو څخه ازموينه اخلي او مقرروي يې، او بده يې لا دا چې نااهله کسانو ته له مخکې نه دازموينې پوښتنې او د هغوى  ځوابونه ورښايي دې ته زمينه جوړوي چې ټول يا قاطع اکثريت دده له خپل قام څخه وټاکل شي. چې دا يې د اصلاحاتو د کميسيون حال وي، نو د نورو ادارو به څه حال وي؟   -          دکرزي خپل دفتر هم دغسې دى: په ٤٢٠ مامورينو کې يې ٧٢%تاجکان، ١٤%پښتانه، ٤% هزاره او نوريې په نورو قامونو پورې تړلي دى. يو کس چې د ملګرو ملتونو له لوري په ازموينه کې د جمهوري رياست يو ډير واړه پوست ته بريالى شوى و، دکرزې يو پښتون مشاور دټولې پيژندګلوۍ سره سره رد کړ او دليل يې دا و چې د پښتنو% پوره ده او بايد له بل قام څخه وي، نه پوهيږم چې ملګرو ملتونو څنګه خپل اصول هيرکړل ځکه د هغوى په معيارونوکې خو پوهه، ښه سابقه، تجربه او کاري مهارتونه شامل دي، نه قام او ژبه او ولايت او مصلحت. په دې کې لا هم کرزى د جميعت او نظار شورا د ليکوالو (بشير انصاري، حفيظ منصور، دشتي او نورو) دذهرجنو ليکنو له غشو نه سر نه شي پورته کولاى او پسې ليکي چې (کرزى به عوض دولت ملي، دارد دولت قومي مېسازد). قومي خو دى خودکوم قام؟ دوى د خپل دې  فرمول(بګيرش که نګيرت) له مخې دا کار شعوري کو ي او نه پريږدي چې کرزى کوم با کفايته افغان مقرر او د سمون پر لور لاړ شي. په پښتون ميشته ولايتونو چې طالبانو بې وسلې کړي او پياوړي جګړه ماران پکي نه وو،هم د سمونونو موقع له لاسه ووتله او تر ټولو ولا يتونو د جميعت او نظار شوراداړه اران ورسيدل؟ د جميعت او نظار شو� �ا انحصار غوښتونکو د کارمل ارمانونه پوره او حتى خپل هغه لاسپوڅي يې له ليکو وايستل چې ددوى دقام نه وو لکه ح ضرت علي.  دوى مجاهد، ملي او نورټول ښه نومونه اوصفتونه يوازې د جميعت او نظار شورا انحصار ګڼي، نور مجاهين ترورستان او ملي اشخاص،ډلې او ګوندنه لادينه ګڼي. دوى داسې جادوګري کول غواړي چې داس� �ام او کفر، جهاد اوکمونيزم ټولو اتلان هم دوى وي خوپدې نه پوهيږي چې همدغه  مافقت د� �!!!. د کرزي او ظاهر شا ه رول: د نجيب د حکومت په وروستيو کې ډير افغانان د ظاهر شاه � �اتګ  ته خوشبين وو خوڅوک چې دمسايلو ژوو ته ځير وو هماغه وخت ورسره دا سودا وه چې پدې صورت کې به د ظاهر شا ه نظامي قوت د دوستم او مسعود وي،هغه پيشبيني سمه شوه اوچې او ظاهر شا ه د با باى ملت او شاګرد يې کرزى د ولسمشرپه سمبوليکو څوکيو کيناستل، د حکومت اصلي ماشين نظا� �شورا چلوي . کرزي له نيو يارک ټايمز سره په يوه مرکه کې پخپله هم ويلي و چې زما په لاس کې يوه تشه پياله ده چې نه پکې شربت شته او نه بل څه. رباني په يوه مرکه دا بربنډه کړې ده چې د امريکايانو د يرغل پر مهال چې کرزى په ارزګان کې و، رباني ورسره غږيدلى و چې  جميعت او نظار شورا دده ملاتړ کوي او په بدل کې کرزي دا ژمنه ورسره کړې وه چې  جميعت او نظار شورا ته به کليدي پوستونه پريږدي. دا خو څرګنده ده چې که دامريکا فشا ر نه واى نو رباني کله هم له څوکۍ څخه نه تيريده. امريکا رباني په١٩٩٢ کې تللى و چې په افغانستان واکمني نه شي کولاى، نو ځکه يې ورته يو پښتون پوشش پيداکړ. رباني ته دا تيوري ښه زده وه چې  دا چې له پښون څخه چار نشته، نو بايد ترټولو بې کفايته شخص پکې ولټول شي او همدسې کوي. کرزي صيب څه وکړل؟ ·        په اضطراري لويه جرګه کې يې دملت استازي په دې تير ايستل چې تاسو لږ وخت راکړئ چې جميعت او نظار شورا امريکايا ن هسي هم ليرې کوي ځګه د روسانو خلک دي. خو ورپسې سم يې د روم له پروسې راغلي پښتانه وزيران له کارو ګوښه کړل: رسول امين چې غوښتل يې د اغا خان پروګرامونو ته ورته د پوهنې او ټولنيزې پرمختياځينې پروګرامونه د هيواد په ليرو پرتو ولايتونو کې عملي کړي خو په دې خاطر ورته د هيواد دښمنه کسانو له خوامحمد ګل خان ثاني وويل شو اوکرزي   له کاره ګوښه کړ. خالق فضل يې د جميعت او نظار شورا د خوشالۍ لپاره ليرې کړځکه کرزي ته يې دهغو مهمو پوستونو يو لست وړانديزکړى و چې اص� �اح يې غوښته. وتلى پوه علي احمد جلالي او نابغه شخصيت ډاکټر اشرف غني يې هم دنورو د خوشالولو لپاره ګوښه کړل. ح اجي قدير دپښتنو محکوميت وغانده، کرزي يې په شهادت غوږونه مړه او قاتلان يې معلوم هم نه شول.  د  ډاکټر عبدالرحمان د قاتلانو يې لا نومونه هم واخستل او د نيولو ګواښ يې ورته وکړخو هغوى تر اوسه سرې سترګې ګرزې دا لا څه چې د خاد هغه رييس لا تر اوسه برحال دى چې دحکمتيار- مجددي- دوستم د هماهنګۍ شورا د جوړيدو په توريې کرزى صيب نيولى او په څپيړه وهلى و. ځينې وايې چې کرزي خو فهيم اوقانوني هم ليرې کړل، خو دي ته يې فکر نه دى چې قانوني دکرزي د ورور په کمپاين د ولسي جرګې د مشر باارزښته چوکۍ او فهيم دمشر سلاکار ځاى ونيوه او تاسوخو پوهيږئ چې دوۍ دسکرتر په بوست کې د جنرال دوهلو صلاحيت لري. ددوى په ځاى ټاکل شوي (ضرار مقبل اوبسم الله) هغو سيمو ته د جميعت او نظار � �ورا داړه ماران ورسول چې فهيم اوقانوني يې تصور هم نه کاوه. ·        کرزي د روم له پروسې نه يوازې دوه تنه افغان دښمنه کسان وساتل: مخدوم رهين چې ايران پالنه يې د عقيدې او عبادت کچې ته رسولې وه. دده په ١١٠ مهو چوکيو کې چې تشويقي معاشincentive  يې اخسته او په بهر کې په م طبوعاتي استازو کې د ثواب لپاره هم کوم پښتون – حتى يو تن هم- نه و ټاکلى، ده به هم د مارشال په شان دا قسم کړى و چې په قلم يې بايد پښتون ونه ټاکل شي. بل يې آمين فرهنګ تر ناکامى وروسته بيا په اولس ور وتپه چې زوړ، له کاړه لويدلي، د يوه بهرني هيواد تبعه، د يو بهرني ګوند رسمي برحال غړى او د خپل پلار د هغه تاريخ پيرو دى چې پښتنوته پکې کنځل شوي دي. ·          د کرزي په وخت کې دپښتنو سيمو ټو ل قوماندانان بې وسلې شول،  بې وسلې کول ضروردي خو دټولو کسانو او سيمو، نه دا چې د  جميعت او نظار شورا ډاکوان په رسمي تشکيلاتو کې ځاى په ځاى شي خو د نورو ډلو او قامونو هغه بى وسلې شو� �. څومره چې مو د کرزي د شخصيت او نيت په باب پلټنې وکړې سم پرې پوه نه شوو، مشاورين يې وايې چې٢٠%د پښتنو فکر ورسره شته خو ٨٠%پام يې دې ته دى چې نور ترې خفه نه شي. په دې صورت کې هم ٦٠% د پښتنوبه تاوان د� �. ده په ذياتره ډارن، بې صلاحيته او بې تفاوته کسان دمشاورينو نوم را ټول کړي دي چې يا خو ډير کم عمره اوسطحي او يا ډير زاړه او بې جرآته دي. ، مشاورين فکر کوي او کرزي هم تير باسي چې هر څه د کرزي تربې رقيبه واکمنۍ لاندې دي. په داسې حال چې ددوى او کرزي ټولې ليکنې، کتنې او مکالمې د سکرټرانو او ساتونکو له خوا چې په حقيقت کې د خاد کار کوونکي دي کنټرول او دولتي امنيت او ک. جي.بي ته رسول کيږي. دوى او کرزى ټول په ارګ کې بنديان ياکم تر تر کمه م يلمانه دي. که کرزي صيب ",ا يا پښتا نه په رښتيا محکوم دي؟ دکمال ليکنه 5402,کمال," دکمال ليکنه - دوهمه برخه دلمړۍ برخي پاته  خپريږي. ده فکر کاوه چې دده په لاس کې نازکه پياله يوازې مارشال او دوستم او نور جګړه ماران ماتولاى شي او ددوى خوښه تر ټولو ښه تضمين دى. دلته ټولو داقبال دا حکيمانه وينا هيره کړې ده چې  ويلي يې و: اسيا يک پيکر آب و ګل است                ملت افغان دران پيکر دل است  ازفساد او فساد اسيا                            وز ګ� �اداو ګشاداسيا  ايا اوس پوه � �وئ چې د پښتنوله فعال او عادلانه ګډون پرته ستاسو نازکه پياله روغه ځاى ته نه رسيږي؟   داخو واقعيتونه دي خو ايا د حل کومه لاره چاره شته؟   متل د ى چې که غر لوړ دى پر سر يې لار شته او فلسفي اصل دى،  هغه څه پيل ولري پاى هم لري.  خو عادي خبره نه ده. پوخ سنجش، ټينګ عزم،   سم پروګرام او منظمه سازم اندهي اوپر لوى خداى په توکل سره عملي اقدام غواړي: 1.     کرزى دې د جنايتکارانو د قدرت د تمديدلپا ره چل اونيرنګ پريږدي. او امريکايان په څ رګند ډول پوه کړي چې ديو قام په محکومولو او دبل په لو ړولوچې هغه هم په حقيقت کې څو جنايتکاران دي چې ديو بل ش� �يف قام دنماينده ګۍ دروغجنې جامې يي اغوستې دي ، ستونزې زياتيږي او فاصله ژوريږي . داصلاحاتو يوه ژوره او زړوره پروسه دې پيل او دملت په زور ، لياقت، کفايت او پوهه باور وکړي او کار تر ې واخلي . 2.     ملت او روښانفکران دې په ژور غور او د مسوليت په احساس يوازې يوه شخص ته نه په تمه کيږي او دهيواد او ملت د غميزې دعلاج لپاره دي علمي او عملي ګامونه واخلي. دوه درې کسان يو ځاې او څلور پنځه کسان بل ځاې په شخصي محفلونو کې د بنډارونو او غونډو له لارې ددې ژورې فاجعې دمخنيوي لپاره هيڅ هم نشي کولاې. يو لوې افغان شموله حرکت په کار دى چې دافغانستان دنجات،دافغان اولس دنيکمرغۍ او يو معقول او متمدن نظام دجوړيدو لپاره په ګډه کار وکړي چې اساسي انساني او کاري معيارونه يې تقوى، وطنپالنه ، انسان دوستي، افغانيت، اهليت ، کفايت ، پاک نفسي او تعهد وي او دعدالت پر بنسټ ولسونه داسې راټول کړي چې هيڅ ډول قومي ، تنظيمي ، ژبني او عقيدوي رجحانات پکې نه وي شام� �. ( ددې برخې تفصيلي څيړنه به که خداې کول په بله ليکنه کې درته وړاندې کړو، يارزنده صحبت باقي.) ",ا يا پښتا نه په رښتيا محکوم دي؟ دوهمه برخه 5403,," د غزني ښار د موى مبارک په بازار کې د يوه ماين د چاودنې له امله د بازار يو چوکيدار مړ او يو بل تن ټپي شو. د غزني امنيتي چارواکي د پېښي پخلى کوي او وايي د دغه بمي بريد موخه د دغه ولايت د امنيت د آمر وکيل کامياب وژنه وه، چې د همدې لارې خپل کور ته د ستنېدو په حال کې وو. په چاودنه کې نوموړي ته زيان نه دى رسېدلى. چاودنه تېره شپه رامنځته شوې ده. ",د ماين په چاودنه کې يو تن مړ او يو بل ټپي شوى دى 5404,," د کابل ښار د نهمې ناحيې اړوند د پلچرخي سيمې له يوه جومات څخه تېره شپه افغان پوليسو د پاکستان يو وګړى نيولى دى. د کابل د امنيه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې د څانګې مشر عليشا پکتياوال د پيښي پخلى کوي او وايي نوموړى کس د يو شمېر هغو اطلاعاتو له مخې چې د کابل هوايي ډګر د ځانمرګي بريد له پېښي سره يې تړاو په ګوته کوي نيول شوى دى. ",پوليسو په کابل کې يو پاكستانى نيولى دى 5405,," د بدخشان ولايت د مرکز فيِض اباد ښار په پنځمه ناحيه کې د يوې چاودنې له امله ٨ تنه ولسي وګړي ټپيان شوي دي. د کورنيو چارو وزارت مطبو عاتي څانګې د چاودنې پخلى کړى او څرګندوي چې د سولې او امنيت دښمنانو چاودېدونکي توکي په يوه بخار دېګ کې ځاى پر ځاى کړي وو. ",د يوې چاودنې له امله ٨ تنه ټپيان شوي دي 5406,," د زابل پوليسو د دغه ولايت د سيوري په و� �سوالۍ پوري اړوند سيمي څخه د چرسو يو ستر بار تر لاسه کړى دى. د زابل د پوليسو مشر نورمحمد پکتين بېنوا ويبپاڼي ته وويل دوى له وړاندې په دې هکله اطلاعات ترلاسه کړي وو. د نوموړي په وينا د پېښي په اړوند يې د موټر چلوونکى او ٣ تنه شکمن قاچاقچيان بنديان کړي دي او څوتنه وسله وال کسان د پېښي له ځاى څخه په تېښته بريالي شوي دي. ",په زابل کې پوليسو ٨ ټنه چرس تر لاسه کړي دي 5407,محمديوسف خدمتګار,"  دزړه اواز  دتاک اوبه په دې تريخوالي دزړه سر ته � �سي  لکه مين چی پو لي ما تې کړ ي ګودر ته رسي  هسی ترخو واقعيتوکی دژوندون خواږه دي  چی تور تمونه روڼوي دشپی سهر ته رسي  که دبدن يوغړئ غوڅ شي په ټول ځان سخته وي  ځکه فرياد د کا بل کوئټی پيښور ته رسي  مينئ ته مه شئ نا مراده که زه نه ووم خيردئ  مين په ژوند يا په مرګي دميني ور ته رسي  زما پښتون جانان بيا تيروت داغيار په خندا  ځکه می غشي زار لړلي زړه ځيګر ته � �سي  زه دپښتون اشنا ديو کور يوکول غو ا ړمه  دزړه اواز می ځکه دغه لوئ ټبر ته � �سي  زما دژوند خزانه ستا خواږه يادونه دي بس که درنه هير شومه ګيلې به مئ محشر ته � �سي  ما ته چی هر څه وايي ووايه چی زړه دی تش شي  خو سپکاوئ دميني ټول دعشق دفتر ته رسي لږه ټوټه ديار دشال زما دقبر بس دئ دخدمتګار ارواح به خوښه لراوبر ته رسي کلاکرويک نا� �وئ ", دزړه اواز 5408,"ام ان الله نصرت","  لكه پرخه د هر ګل په شونډو څاڅه يا نسيم شه د غوټۍ په وربل ناڅه که هدف دې خپل منزل ته رسيدل وی وخت د يون دی ای نصرته پاڅه پاڅ ه   ------------------------------------------------------ نه بدوو به يو له بل نه زړونه نه بيلوو به يو له بل  نه زړونه مونږ په لوظونو کي دا پريکړه کړې چي ځاروو به يو له بل نه زړونه --------------------------------------------- څوک چې له مونږ سره ډغرې وهي هسې له غرونو سره ښکرې وهي اخر به خاورې شي له خاورو سره چې له افغان سره  وزرې   وهي ",څلوريزي 5409,عبدالغفور ليوال,"   شپه په سمندر کې سپوږمۍ وناڅي راشي ځان په هر څپه وویشي شپه په سمندر کې چوپتیا هومره ده باد ته ستا د زلفو نڅا اورمه شپه په سمندر کې دومره پاکه ده سترګو کې دې رنګ د څپو وینمه ستا په سپینو مټو د سپوږمۍ رڼا وښوییږي پر یو ځي د اوبو په م خ سپینې بتې ځان څنډي له ستورو نه لویې څپې راشي هوا یخه کړي واخله زما کوټ پر اوږو واچوه زه به دې پر ملا باندې یو لاس کیږدم لرې د افق کنارې وګوره وریځې د نقرې په شانې رنګ لري شپه په سمندر کې سپوږمۍ کرښې شي څه د څپو څنډ وته ځلا ورکړي څه دا ستا پر مخ د رڼا خط جوړ کړي څه دې په تندي او څ ه په غاړه کې سیوري سره ګډې شي قیامت جوړ کړي شپه په سمندر کې چوپتیا ډیره وي باد چې هرڅه وایي زه یې اورمه دوه ستوري ځلیږي ستا په سترګو کې زه ستا د فکرونو سلسله لولم بس یوازې زه او زما خدای خبر   ویره، پریشاني او خوشالي چې ټول ستا څېره کې یوځای شي وژل کوي دومره لوی جهان کې تنها زه خبر ستا څېره، سپوږمۍ او څپې څنګه وي دومره لوی جهان کې تنها زه خبر شپه په سمندر کې ښکلا چېرې وي دومره لوی جهان کې تنها زه خبر سترګې د جانان د ستورو څه کیږي دومره لوی جهان کې تنها زه خبر بتې د جانان د مټو څه کیږي   ۲۴ تله ۱۳۸۵ ", شپه، ته او سمندر 5410,," نن په کابل کې يوې ګډې خبري ناستې ته د ناټو مشر جنرال ډيويډ ريچارډز او د افغانستان د دفاع وزارت لوى درستيز جنرال بسم الله خان وويل چې ډېر ژر به په ټول افغانستان کې د سولې د ټينگښت او د مخالفو اورپکو د ځپلو په موخه د (باز) تر نامه سراسري پوځي عمليات پيل شي، چې م� �ري به يې د افغانستان د دفاع وزارت کوي. ريچارډز زياته کړه چې زموږ جګړه د جګرې په وړاندې نه ده بلکي په دې م وخه جنګېږو، چې د افغان ولس له پاره د ارام او سوله ايز ژوند او د بيارغاونې شرايط رامنځته شي. ده ژمنه وکړه چې ناټو به په ټول توان سره د افغان دولتي ځواکونو ملاتړ کوي. ",ناټو: د دفاع وزارت به د عملياتو مشري وکړي 5411,," د کندهار ولايت د ميانشين په ولسوال نن د کندهار ښار د ننه په پنځمه ناحيه کې يو وسله وال بريد وشو، چې له امله يې د نوموړي ٢ ساتونکي ټپيان شوي دي. چارواکو د پيښي پخلى وکړ او وايي په خپله ولسوال له بريد څخه روغ رمټ ووت. ",د ميانشين پر ولسوال بريد وشو 5412,ميرويس جلالزى," عيني شاهدانو نن سهار وويل چې د ناټو قواوو بم غورځونكو جيټ الوتكو د ټانكونو او چورلكو په ملاتړ د كندهار په ژيړۍ او پنجوايې ولسوا� �يو كي طالبان تر بريد لاندي راوستې دي. ويل كېږي تېره شپه ناوخته په دې دوو ولسواليو كې يو ځل بيا د ناټو او افغان ځواكونو عمليات پيل شوې دي. عيني شاهدانو بېنوا ويبپاڼي ته وويل د ناټو قواوو په بمباريو كې ملكي وګړو ته هم زيان رسېدلى ده. ژيړۍ او پنجوايې د كندهار دوې هغه ولسوالۍ دې چې د ناټو قواوو څه موده وړاندې ډاډ وركړ چې اوس له مخالفينو په بشپړه توګه پاكې شوې دې.   ",په كندهار كې يو ځل بيا عمليات پيل شول 5413,," د پکتيکا امنيتي چاواکو ادعا کړې، چې له طالب جنګياليو سره د يوې نښتې پر مهال د ملي اردو يو عسکر ټپي او ٦ تنه طالب جنګيالي وژل شوي دي. چارواکي ادعا کوي جګړه هغه مهال سخته شوه چې وسله والو طالبانو په برمل ولسوالۍ کې د ملي اردو په ځواکونو بريد و کړ . ",چارواکي: په برمل کې٦ طالبان وژل شوي دي 5414,ميرويس جلالزى,"   په افغانستان كې د ناټو قواوو عمومې قوماندان � �ېويډريچارډز پرون شپه ناوخته د يوه ويډيويې كنفرانس له لاري په واشنګټن كې خبريالانو ته وويل بهرنې ځواكونه اوس په دې پوه شوې چې په تېرو پينځو كلونو كې يې په افغانستان كې ستره خطا كړې ده، خو اوس هڅه كوې چې بيا دا ډول خطا � �ا منځته نشې. ريچارډز وويل د به� �نيو ځواكونو لويه تېروتنه دا وه چې كله د طالبانو واكمنې په ۲۰۰۱ ميلادي كال كې ماته شوه نو نړيوالو د افغانستان له بېوزلو وګړو سره  د مرستې لړۍ كمزورې كړه او د بيا رغونې چارې ټكنۍ شوې او همدا دليل وو چې ډېرى ا فغانان له نړيوالو څخه ناراضه شول. ريچارډز له كابل څخه په واشنګټن كې خبريالانو ته يو ځل بيا ټينګار وكړ چې كه چيرته نړيواله ټولنه د افغانستان د خلكو په ژوندانه كې تر ۶مياشتو كوم مثبت تغيرات را منځته نكړې نو لري به نه وې چې يو ځل بيا به خلګ د طالبانو ملاتړې شې. خو په پاى كه د ناټو قوماندان د افغانستان په جنوب كې د خپلو ځواكونو د برياليتوبونو په اړه وويل چې د ناټو برياليتوبونه د دې څرګندويې كوې چې عام وګړې اوس له موږ سره همكا� �ي كوې.   ",بهرنيو ځواكونو په افغانستان كې خپله خطا ومنله 5415,," په کابل کې افغان چارواکو خبر ورکړ چې د لوى څ ارنوال د حکم له مخې د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ ٢ تنه قاضيان او د کابل ښار د نهمې ناحيې قاضي له خلکو څخه د بډې اخيستو په تور نيول شوي دي. له دې وړاندې د سمنګانو لوى څارنوال او د بلخ ولايت د دولت اباد څارنوال هم له خپلو دندو ګوښه شوي دي. ",٣ قاضيان د بډې اخيستو په تور نيول شوي دي 5416,ميرويس جلالزى," افغان ولسمشر د دوشنبې په ورځ ناوخته اسوشيټيډ پريس خبري آژانس ته په يوه مركه كې ويلي چې دوى پوهيږې چې د طالبانو د نسكور شوي رژيم مشر ملا محمدعمر د پاكستان د بلوچستان ايالت په كويټه ښار كې پټ دى، خو د پاكستان دولت ته يې په دې اړه خبر هم وركړى او نه پوهېږې چې ملا محمدعمر ولې نه نيول كېږې. ولسشمر كرزي د افغانستان په ناكراريو كې د پاكستان لاس دخيل وباله او دا يې هم روښانه كړه چې مشرف ورسره د ترهګرو په وړاندې په جګړه كې ژم نه كړې وه، چې نور به خپلي پولي داسې كلكې وساتې چې ترهګر ترېنه د افغانستان خاوري ته وانه وړې خو سره له دې هم هره ورځ ترهګر له پاكستان څخه افغانستان ته را اوړې. له بلې خوا د كرزې د دې څرګندونو په وړاندې د پاكستان د باندنيو چارو وزارت وياندي مېرمن تسنيم اسلم پرون په اسلام آباد كې ووېل چې دا د كرزې شخصې نظر دى، خو نړيوال ټول په دې پوهېږې چې ملا محمدعمر د افغانستان په سويلې ناكرارو سيمو كې پټ شوى دى. ملا محمدعمر يو له هغو كسانو څخه دى چې د امريكا متحده ايالتونو يې د نيولو پر سر ۱۰ مليونه امريكايې ډالره انعام ايښى دى.   ",كرزى: ملا محمدعمر په پاكستان كې دى 5417,," عيني شاهدانو نن سهار وختي بېنوا ويبپاڼي ته وويل چې تېره شپه د کندهار په ژړۍ او پنجوايي ولسواليو کې د دولت دمخالفو جنګياليو په وړاندې د افغان او ناټو سخت عمليات تر سره شوي او له سيمې څخه ټوله شپه د بمونو، جيټ الوتکو او چورلکو غږونه اورېدل شوي دي. شاهدان وايي دا عمليات ناڅاپه پيل شوي او حتمي ده چې ولسي وګړو ته به د سر او مال ډېر زيان رسېدلى وي. ",په کندهار کې سخت پوځي عمليات ترسره شوي دي 5418,ميرويس جلالزى," دا ټكې په هغه چاپې بيان كې راغلي دي چې د مخدره توكو په وړاندې د مبارزې وزارت له خوا نن خپور شو. چارواكې وايې د كوكنارو د كروندو د اړولو په دې كمپاين كې د ۱۱ ولايتونو د ۱۰۰۰ تنو په شاوخوا كې ملايانو ، سپينږيرو او قومې مشرانو له دولت سره د همكارۍ ژمنه كړې ده. ټاكل شوې ده چې دا كمپاين به ډېر ژر په لاره واچول شې. ",په ۱۱ ولايتونو كې د كوكنار كروندې اړول كېږې 5419,," د آيساف په يوه خپره شوې پاڼه کې راغلي چې د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې يې ٢٠ تنه وسله وال طالبان وژلي دي. پاڼه وايي ګډ پوځي عمليات هغه مهال د مخا� �فو اورپکو پر ضد تر سره شول، چې په سيمه کې د آيساف د ځواکونو په يوه پوسته وسله وال بريد وشو. په پاڼه کې ويل شوي چې په نښته کې يو افغان عسکر مړ او د  آيساف ٢ تنه عسکر ټپيان شوي دي. ",آيساف: په پکتيکا کې٠ ٢ تنه طالبان وژل شوي دي 5420,," بينوا د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د عينى شاهدانو له خولې رپوټ ورکوي چې د بهرنيو ځواکونو د بمباريو له امله د ګرشک ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ ١٣ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي . بريد هغه مهال شوى دى ، چې په سيمه کې افغان ځواکونه او طالب جنګيالي يو له بل سره په جګړه کې شکيل شوي وو. د هلمند د پوليسو مشر نبى جان ملا خيل منلې چې تيره شپه د تاجکانوپه سيمه کې نښته شوي او ٣ تنه دولتي پوليس ټپيان او يو شمير وسله وال طالبان وژل شوي دي . يو طالب وياند ډاکتر حنيف ادعا کړې چې د ګرشک د نورزو په سيمه کې يې ٦ تنه دولتي پوليس وژلي او ٧ تنه نور يې ټپيان کړي دي . طالب وياند منلې چې يوازې ٣ تنه طا� �بان ټپيان شوي دي . جګړه پرون غرمه شوې او ٣ ساعته يې دوام کړى دى . ",د هوايي بريد له امله ١٣ تنه ولسي وګړي وژل شوي 5421,," عيني شاهدان وايي د هغه هوايي بريد او جګړې له امله چې تېره شپه د کندهارد ژړۍ په ولسوالي کې تر سره شوي دي ٩ تنه ملکي وګړي مړه او ١١ تنه نور ټپيان شوي دي. په بريد کې د ولسي وګړو د استوګنې يو شمېر کورونه هم وران او زيانمن شوي دي. د کندهار د ميرويس � �وغتون يوه ډاکتر له بېنوا ويبپاڼي سره ومنله چې له سيمې څخه روغتون ته مړي او ټپيان رارسېدلي دي. د ناټو يوه وياند څرګنده کړې چې په بريدونو کې ٨ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. ",په کندهار كي ٩ ملكي كسان مړه او ١١ نور ټپيان شوي 5422,," عبدالله پتمن/كابل  پوځ ويلې چې تاميل پړانگان گالې بندر ته ننوتې دي او د سمندرې ځواکونو  په يوه اډه يې بريد کړى چي جگړه تر اوسه دوام لرې. پوليسو عامو وگړو ته په لاوډ سپېکرونو كي اعلان کړى چې له خپلو کورونو څخه ووزې. گالې بندر د بهرنيو سيلانيانو لپاره ډېر په زړه پورې ځاى بلل کېږي. دک� �نا نيول اډه د پلازمېنې په سويل کې په سل کيلو مترې کې پرته ده. د تاميل پړانگانو تر اوسه په دغه سيمه باندې بريد نه وو ترسره کړى. د عينې کتونکو په وينا په نوي بريد کې د چاودنو او ډزو اوازونه اورېدل کېده. تر اوسه دا جوته نه ده چې په دې جگړه کې څومره ځانې او مالې زيانونه رامنځته شوي دي. دغه بريد دوه ورځې وروسته له هغه ځانمرگې بريد څخه ترسره کېږې چې په ترڅ کې يې څه نا څه سل تنه ملکې او پوځې کسان ووژل شول.   ",سريلانكا: د حكومت پر سمندرې اډه بريد شوى دى 5423,," فرزان/كندهار   تېر ماښام د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالي کي د آيساف ځواكونو د بمبار له امله د يوه کور١٣تنه غړي وژل شوي دي. دغه بمبار وروسته له هغه تر س� �ه شوى چي د دولتي سرتېرو او وسله والو طالبانو ترمنځ په سيمه کي د يوې نښتي په پايله کي دوه پوليس ټپيان او يو طالب ووژل شو. که څه هم د هلمندام نيه قومندان جنرال نبي جان ملاخيل وايي دا لا مالومه نه ده چي دغه کور د آيساف تر بمباريو لاندي راغلى او که د طالبانو له خوا توغول شوى راکټ ورباندي لګېدلى دى، خو ځايي خلګ وايي نوموړى کور د بهرنيو ځواکونو تر هوايي ب� �يد لاندي راغلى دى. د عيني � �اهدانو په وينا د سيمي د يوه مخور نبي خان پر کور د هوايي بمبار له کبله د نوموړي کور ديارلس تنه غړي وژل شوي دي.  د هلم ند امنيه قومندان نبي جان ملاخېل بېنوا ويبپاڼي ته وويل تېر ماښام د ګرشک ولسوالۍ د تاجکانو په کلي کي دغه نښته رامنځته شوه چي د ملاخېل په وينا په نښته كي ۲ پوليس ټپيان شوي او د يوه طالب مړى او ځيني وسلي د پېښي پرځاى پاته دي. ده وويل له نښو نښانو داسي ښکاري چي ډېر طالب جنګيالي به وژل شوي وي . دا په داسي حال کي ده چي تېره ورځ د ناټو تر چتر لاندي د آيساف ځواکونو د هلمند ولايت موسى کلا ولسوالي د سيمي د خلګو په منځګړيتوب د طالبانو سره د يوه تړون له مخي پرېښوده او سيمه يې ځايي چارواکو ته خوشي کړه.  ",آيساف په هلمند كي د يوه كور ۱۳ تنه وژلي دي 5424,," د ماشومانو د ملاتړ نړيوالې ټولنې يو وياند م يرولي نن د مزارشريف په ښار کې يوې ناستې ته وويل، چې هغه ٤٠ زره ماشومان به چې د زده کړې څخه برخمن نه دي د افغانستان د ٧ ولايتونو په ښوونځيو کې د زده کړې په موخه د دغه ټولنې په مرسته شامل شي. نوموړي زياته کړه، چې ټو� �نه په پام کې لري د ښونځيو ١٥٠ زره زده کوونکي د سينمارونو د جوړېدو له لارې د ښوونې او روزنې د ښو لارو چارو سره اشنا کړي. ",٤٠ زره ماشومان به په ښوونځيو کې شامل شي 5425,," فرزان/كندهار په کندهار ولايت كي د ژړۍ ولسوالي ځايي خلګ وايي تېر ماښام د ناټو ځواکونو د هوايي بمبار له امله ۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي او١٧ نور ټپيان شوي دي، خو د ناټو چا� �واکي وژل شوي کسان خپل مخالفين بولي. عيني شاهدان وايي دغه بمباري تېر ماښام د ژړۍ ولسوالي د اشوغو په سيمه کي وشوه چي له امله يې ګڼ شمېر کورونه ويجاړشوي او٢٥تنو ملکي كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سيمي يو تن اوسېدونکي حاجي سرور آزادۍ راډيو ته وويل په سيمه کي طالبانو شتون نه درلود او بهرنيو ځواکونو د خلګو پر کورونو بمباري کړې ده. ده وويل په دغه بمباريو کي ۸ تنه وژل شوي چي ښځي او ماشومان هم پکښي دي او ١٧ تنه نور زخميان دي. خو په کابل کي د ناټو ځواکونو وياند ميجر کينيټک بيا ويلي چي دوى په سيمه کي د وسله والو طالبانو پر پټنځايونو بريدکړى چي له امله يې ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. په کندهار کي ځايي چارواکي د پيښي په اړه چوپ پاته دي او تر دې مهاله يې په اړه څه نه دي ويلي. داپه داسي حال کي ده چي تېر ماښام د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالي کي هم د ناټو ځواكونو په بمباريو کي د يوه کور١٣تنه غړي وژل شوي دي. ",ناټو په كندهار كي ۲۵ تنه ملكي كسان مړه او ژوبل كړي دي 5426,," د کابل د امنيه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې د څانګې مشر جنرال عليشا پکتياوال ويلي چې په کابل کې د شکمنو سيمو لس ورځنۍ پلټنې پيل شوي او په لومړي پړاو کې به د ښار په ختيځ كي د څرخي پله له سيمې څخه د کابل تر هوايي ډګر پورې ټولې سيمې وپلټل شي. د نوموړي په وينا دغه کار ته د پوليسو يوه ٥ سوه کسيزه ډله ګومار ل شوې ده، چې موخه يې د سولې او امنيت لا ټينګښت او خونديتوب دى. ",په کابل کې شکمن ځايونه او سيمې پلټل کېږي 5427,," د پاکستان د پېښور ښار د افغان کډوا� �و د جلوزو په پنډ غالي (كمپ) کې پرون غرمه د اورلګېدنې له امله لږ تر لږ ٥٠ دکانونه او ٤ د استوګنې کورنه سوځل � �وي دي. په پېښه کې يوازې يو تن افغان هټيوال (دكاندار) ټپي شوى او ډېر مالي تاوان يې افغان کډوالو ته اړولى دى. د پنډ غالي يوه اوسېدونکي ګل نبي بېنوا ويبپاڼي ته وويل له زيانمن شوو کسانو سره هيڅ ډول مرسته نه ده شوې . ",په پېښورکې د افغان کډوالولسګونه دکانونه تباه شوي 5428,," د ايټالوي خبريال او عکاس ګابرئيل تورسلو تښتونکي د نوموړي د خلاصون په بدل کې دوى ته د مسيحي شوي افغان عبدالرحمن د سپارلو غو ښتنه کړې ده. د پريس ريپو� �ټر د ويب پاڼې د رپوټ له مخې تښتونکو څلور ورځې د ايټاليا چارواکو ته وخت ورکړى او ويلي يې دي، چې غواړي دغه کار د روژې مياشتې تر پايه پورې ختم شي. د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير ماسيما دلما د دوشنبې په ورځ ويلي وو، چې د نوم وړي د خلاصون له پاره به ټولې هلې ځلې په کار واچوي. دغه ايټالوي خبريال تېره اونۍ د کندهار او هلمند ترمنځ سيمه کې تښتول شوى دى. د نوموړي يو څلور کلن زوى له تښتوونکو څخه غوښتي چې پلار يې ازاد کړي. مسيحي شوى عبدالرح من،چې د پنجشېر اوسېدونکى دى د مارچ په مياشت کې ايټاليا سياسي پناه وركړه. ",دايټالوي خبريال د تښتوونکو غوښتنه 5429,," افغان امنيتي چارواکو نن او پرون د جلا جلا عملياتو په ترڅ کې ٣ تنه اېرانيان او دوه تنه افغانان د فراه د بالا بلوک په ولسوالۍ کې د تښتوونکو له منګلو څخه خلاص کړي دي. ٢٦ کلن محمد عمر او ١٠ کلن حبيب الله چې يو يې څلور مياشتې وړاندې او بل يې ٤٥ ورځې مخکې تښتول شوى وو، نن د پوليسو د عملياتو په ترڅ کې خلا ص او تښتوونکى چې نور محمد نومېږي له يوه اندازه سپکې ا ود� �ندې وسلې سره نيول شوى دى. تښتوونکي د نوموړو کسانو د خلاصون په بدل کې د ٥٥ ميليونه اېراني تومان د ورکړې غوښتنه درلوده. همدا شان پرون د يوې وسله والې نښتې په ترڅ کې ٣ تنه اېرانيان د بالا بلوک د شېوان په سيمه کې له تښتوونکو څخه خوشي کړاى شوي دي. د يو بل رپوټ له مخې پرون د بکوا په ولسوالۍ کې ناپيژاندو کسانو د يوه وسله وال بريد په ترڅ کې د سيمې د يوه قومي مخور عبد الغفار په ګډون ٥ تنه مړه او يو بل ټپي كړى دى. د بکوا امنيه قومندان نعمت الله له بېنوا ويبپاڼي سره د پېښي پخلى وکړ او وايي دغه مرګ او ژوبله د شخصي دښمنيو او تربګنيو له مخې � �امنځته شوې ده. د پېښي په تړاو څوک نه دي نيول شوي. ",٥ تنه کورني اوبهرني وګړي له تښتوونکوڅخه خوشي شوي 5430,عبدالولي برهاني," د راتلونکي کوچني اختر په ویاړ د هېواد وتلی ،نومیالی او خوږژبی سندرغاړی ښاغلی منګل او خوږژبې سندرغاړې مېرمن شراره دجرمني د کولن ښار ته نژدې دهورت په ښارګوټي کي يو � �ونګين کنسرټ وړاندي کوي . داختر په خوشاليو کي ددې پروګرام سمبالوونکي په اروپا کي خپلو هيوادوالو ته خبر ورکوي چي په دې زړه وړونکي کنسرټ کي برخه واخلي . داکتوبر دمياشتي اووه ويشتمه ، دجمعې ورځ ماښام شپږ بجې ديوه ټکټ بيه : تر اوو کلونو پوري ماشومان ( وړيا )    تر څوارلس کلونو پوري ( لس يورو)     تر څوارلس کلونو پورته ( شل يورو )   پته :Event PalastMax-Planck-Strasse 9a  50354HuerthGermany (bei Koeln)هورت دکولن د ښار څنګ ته یو کوچنی ښارګوټی دیمعلومات :Tel : 00491775101366Tel : 00491707705944 د تالار( صالون ) ويبپاڼه : ",سندرغاړې شراره او منګل نن په جرمني کي کنسرټ لري 5431,ډاکټر حسن," دانظردښکلیو برند په څه سبب وي عا شقان خو له ډیر نیازه بې ادب وي څو به نورې لحظې پورکړمه له مرګه که دې پاته تمرینونه د غضب وي احمقان به ئې بدرګه کړي ترمنزله چې ورکړی قافلې غله ته جلب وي رپ دسترګو کې له ګوتو وښویږي سپین مړوند دمهرویانو لکه کب وي په ګردونو دتوپان کې مطلوب ویني چې په لوړ عزم وتلی په طلب وي په مزار به د(حسن) بوټي زرغون وي پښتانه به لا اخته په اخ وډب وي   ډاکټر حسن  - ١٥ /١٠/٢٠٠٦ تاسو حق نه لری چي دغه يا داسي نورشعرونه او ليکني له بېنواويبپاڼي څخه کاپي کړﺉ ، که داکار کوﺉ نو ويبپاڼي او ليکوال حقوق او قانون تر پښو لاندي کوﺉ ",اخ وډب 5432,اسدالله الکوزی," دزندام په ښار کي مېشت يوشمېر افغانان  په هيواد کي دوروستيو ناکراريو دقربانيانو بېګنا شهيدانو ارواح ددعا او په هيواد کي د اوږدې غميزي د پای ته رسېدلو په هيله د قرآن عظيم الشان ختم  او روژه مات په پام کي نيول سوی دی .   دشهيدانو د ياد او ختم دې غونډي ته دزندام او � �اوخوا ښارونو ميشتو افغانانو ته بلنه  ورکوو چي زموږ سره په دې ناسته کي په ګډون سره په ګران افغانستان کي درواني غميزي دقربانيانو ياد تازه او دشهيدانو پاک ارواح ته ددعا لاسونه پورته کړﺉ .   درانه مېلمانه کولای سی په دې غونډه کي د وطن د شهيدانو په ياد خپلي لنډي ليکني ، ويناوي او شعرونه هم واوروي .  ",په هالنډکي د افغان شهيدانوياداودقرآن کريم ختم کيږي 5433,ډاکټرعبدالباري," دلاندي ليکني اصلي متن د جرمني دDie Zeit اونيزي خپروني د١٢/اکتوبر/ ٢٠٠٦ نيټې په ٤٢مه ګڼه کي خپور سوی دئ  د افغانستان او پاکستان تر منځ کرښي ته نږدې پر شکمنو ځايونو دامريکايي پوځيانو اوربل؛ کيداي شي چي جرمني سرتيري هم دلته دملاتړ دپاره وروغوښتل � �ي. .(دغه عکس اورسره ليکه دجرمني د  SDZدورځپاڼي د سپټمبر د١٤ نيټې دخپروني څخه اخيستل سويدئ )     تر جنګ وروسته د جنګ پيل دئ د ناټو تر لښکرکښۍ پنځه کاله وروسته، افغانستان بيا د دې سره مخامخ دئ چي د طالبانو په لاس کي ولوېږي د اولريش لادورنر ليکنه د ډاکټر عبدالباري ژباړه جرمني ځواکونه په جنګ کښېوتلي دي، خو(دجرمني) حکومت دغه پر خوله نه راوړي، هو پوهيږو  چي ولي؛ مګردا کار يې غلط دئ .سړئ چي حالاتو ته ګوري،نو که نن وي که سبا، د دوي سرتيري به هم د افغانستان جنوب ته ليږل کيږي او وژل کيږي. ناټو د جون په مياشت کي په دې لاس پوري کړ، چي خپله قومانده ټول افغانستان ته وغزوي، يعني د هيواد جنوبي او ختيځو نا آراموسيمو ته هم. ددغه وخت � �اهيسي تر اوسه دې ائتلاف په جګړه کي ١٠٠سرتيرې بايللي دي، چي ډيرئ يې هم کاناډايان او برتانويان وه. که چيري ناټو جرمني سرتيري و جنوب ته ليږل، نوجرمنيان به څنګه نټه ورته کوي؟ او که سبا ورځ د جرمني د وژل سوي سرتيرو � �ومړني تابوتونه ترخپل هيواده  راورسېدل، نو به حکومت و خلګو ته څه وايي؟ دغه به ورته وايي، چي جرمنئ ودې جنګ ته ور وښويدئ، هسي ناخبره نا اتره؟ دوهم داچي په دې ورځو کي  دغه تريخ حقيقت هم را پورته سوی دئ ، چي وايي کيداي سي دغه  جنګ وبايلو. خو دلته ( په جرمني کي) دغه خبره لا هم څوک پوره نه مني، دا ځکه چي وايي فتح دا پنځه کاله دم خه لا اعلام سوې ده. په ظاهره خو د امريکا دمتحدوايالاتو اردو چي په ډير پر مخ تللی تخنيک مجهزه ده، طالبان پوپنا کړل، هغه هم داسي لنډ وګنډپه پنځواونيو کي.  په هغو ورځو کي يې د بري اوفتحي انګو� �اوي تر (اسمانه) رسېدلې.او نن؟ نن طالبان په دونه غوره کي دي چي د ٢٠٠١ کال راهيسي يې سارئ نه ليدل کيږي. دغه خب� �ه اوس لويديز پوځيان هم مني. په افغانستان کي دناټو سر اعلي قوماندان ديويد ريچاردز (David Richards) چي پخپله د برتانيې دئ،  وايي: ” که موتر دې ژمي پوري په وس پوره نه سول چي مشخص او د ليدلو وړ مثبت بدلونونه راولو، نو په سل کي ٧٠ افغانان به وهغه بلي خوا ته ورواوړي.“ او د جنرالانو پيغام هم دا دئ ،چي افغانستان په نظامي توګه نسو ګټلاي. په سياسي توګه به خپل ځل تر اوبو باسو. خو ددې خبري معنا څه ده؟ دغه ټانک دروسانو څخه پاته سو (عکاسي دا. لادورنر) د٢٠٠١ کال دسپټمبرد ١١نيټې وروسته پرافغانستان باندي د متحده ايالاتو يرغل د ملګرو ملتونود سازمان د منشور پر اساس سوی اومشروعيت يې درلود. ټولو لويدزو هيوادونو _ او پر دوي سربيره لا نورو هم _ د واشنګټن ملاتړ وکړ او دا هم په دې خاطر چي طالبانو يو هيبتناکه اوم خوف رژيم رامنځته کړئ وو. اکثره افغانان ددې سخت زړګيوديني جګړه ماروڅخه د خلاصون په ارمان وه. هو،دغه مأموريت خو روښانه وو؛ هغه څه چي روښانه نه وه،دا وه ،چي پسله جنګه به د اوږدې مودې د پاره کوم مسؤليتونه پر غاړه اخلو. افغانستان د نړۍ پنځم بيوزلی هيواد دئ.دا په دې معنا چي دغه هيواد به بيرته پر پوښو درول کيږي، خو په دې هکله څه نه ويل کيدل چي آيا موږکولاي سو په دائمي توګه خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړو؟ .هو، نودا پوښتني به يې ولي کو� �اي؟ غرب هغه وخت د ډيره آره سره چاودئ،ځکه ښه دلايل يې درلودل. هغه مهال ددوي په نظر افغانستان هسي يو خوچوکئ وو،( چي د ګوتو پر سرو به يې بازۍ په کولاي). خو ډير ژر روښانه سوه چي دغه خيالونه  يې څونه د تکبره ډک وه. مداخله ګرو ځواکونو په خپل منځ کي پراخه او يود دبل سره په تفاهم کي ستراتيژي نه درلوده. د امريکا متحدو ايالاتو غوښتل چي ټروريسټان ” پسې واخلي او مړه يې کړي“ ، ا� �وپايانو( منجمله جرمنيانو) هم ملت جوړونه  (nation- building)  پر غاړه اخيستې وه، چي دې دوو خبرو يو دبل سره سر نه خوړئ. CIA   هم ځواکمنواوهم خوارځواکو جنګسالارانو ته په مليو نو ډالرونه ورکړل، څو د ټروريسټانو په تعقيبولوکي مرسته ورسره وکړي. دغو جنګسالارانوطبعاً د يوه فعاله دولت د جوړولو سره مينه نه درلوده. او په دې � �ول مداخله ګرومتحدينو يو دبل د پوښېو خاوري ايستلې.   تر څو چي دغه تيروتنه اصلاح کيدله، څه ناڅه دوه کاله پر تير سول.اوس د ” بيارغوني سيمه ايزي ډ� �ي“ رامنځته شوي دي چي ملکي او پوځي کسان به يو ځاي کار پکښې کوي، دوي به هم دطالبانو سره جنګيږي او هم به دولت جوړوي. دغه موډل (طرحه) لا يو څه ښه ښکاري، مګر ډير ناوخته او په بيخي ځنډ اوبيره رامنځته شو.   حقيقت دادئ چي: لويديځ د خپلو ټولو وعدوو سره سره ، تر اوسه لا په افغانستان کي په انصاف کار نه دئ کړئ. شميرو او عددو ته به وګورو چي څه وايي: په داسي حال کي چي د امريکې متح دو ايالاتو په عراق کي تر ”جګړې وروسته“ په لومړي کال کي ٢٢مليارډه ډالره منظور کړل؛خو د افغانستان دپاره د مرستندويو هيوادونو لومړني  نړيوال کنفرانس وکولاي سواي چي ٤،٥ مليارډه ډالره سره � �اټول کړي. يوبل مثال به راواخلو، ناټو په هغه نسبتاً کوچنۍ کوزوو(Kosovo) کي د څه وخت دپاره ٦٠٠٠٠ (شپېته زره) سرتيري ځاي پر ځاي کړي وه؛ په افغانستان کي د دغو متحدينود سرتيرو شمير، هغه هم پسله پنځو کالو ٣١٠٠٠ سرتيرو ته ورسېدئ. او په پاي کي يوبل مثال چي مستقيماًد جرمني په هکله دئ : هغه داچي د جرمني مرکزي حکومت دغه تياري ښوولې وه چي د افغانستان په پو� �يسو به زده کړه کوي،نو يې دپوليسوڅلويښت مربيان افغانستان وليږل،که څه هم ټوله تکړه او پرکارمين خلګ وه، مګر هو، يوازي دغه  څلويښت مربيان وه چي  د پوليسو د ٣٠٠٠ افسرانو � �وزنه ورپه غاړه وه. دا  دهغي اصطلاح يو ښه مثال دئ چي وايي ” پر سره تبۍ يو وړوکۍ څاڅکئ“ .   اوس پوښتنه دا ده چي آيا افغانستان په نورو س� �تيرو، نورو انجنيرانو او ډيرو روپيو ژغورل کيدلاي شي؟  هو، ودي سي!  خو يوه خبره تر لمر روښانه ده، هغه داچي که لويديځ په لکو لکو نور سرتيري هم افغانستان ته وليږي ، خو په دې هيواد کي به سوله او ثبات تر هغو تأمين نسي، تر څو ګاونډي هيوادونه، په تيره بيا پاکستان  ونه غواړي.   خوهلته په پاکستان کي هم د واک سوټئ دکودتاچي جنرال، پرويز مشرف په لاس کي دئ او امريکا هم دی د خپل ممتاز متحد په توګه منلی دئ. مشرف هم هر وخت د پخوانيو پاکستاني حاکمانو دغه زړې بابولالي وايي چي که غواړم مشروعيت تر لاسه کړم، نو اسلاميسټان به پالم او حمايه کوم. ديموکراسي څنګه؟ نه نه، دا شئ د جنرال صاحب نه خوښيږي. دی خپل مبلغين لري چي خلګ يې پر خوارا ټول کړي. مګر که په پاکستان کي ديموکراسي نه وي، افغانستان به هم ارامه ورځ ونه ويني. دا ځکه چي هلته نه اسلاميسټان او نه هم پوځيان غواړي چي افغانستان په سوله او امن کي سي. د اسلاميسټانوله نظره افغانستان دارالح رب دئ، چي د دکفارو پر ضدبه پکښې جنګيږي؛ او د پوځيانو له نظره هم افغانستان ددوي جيوستراتيژيکي زيرمتون دئ ، چي ددوي په چمبه کي به وي. خو ددې ډير خطرناکه عواقب دي. د هغه راهيسي چي مشرف د واشنګټن سره انډيوالي اچولې ده،د پاکستاني اسلاميسټانو نوره لا خولۍ په غوړو کي لوېدلې ده. نن ورځ  په رښتيا هم خلګ پاکستان کرارکرار دطالباني کيدو پر خوا روان او په اټومي وسله ککړ دولت بولي، چي د خطرونو ابعاد يې هر چاته روښانه دي. اوس يې څه چاره ؟  خپل خلګ په ترخه حقيقت خبر کړو، پر جنرال مشرف فشار راوړو، دهغه رټلي ايران په شمول  ګاونډيان راښکيل کړو، په افغانستان کي پاته سو او پر خپلو فعاليتونو زور وکړو؟ اوس ( پرموږ ) بله خوا دريدلې ده ، حتا هغه چي پخوا ددې جنګ مخالف وو، لا اوس  وايي چي دغه مي نو هم نه پر پيرزوکيږي چي افغانستان دي بيرته وبايلل سي. بېله څرګندماخذديادولو ( له بېنواټکی کام څخه ) .دبېنواويبپاني څخه دخپروسووليکنو او ژباړوکاپي اوخپرول منع دي. ",تر جنګ وروسته د جنګ پيل دئ ( دعبدالباري ژباړه) 5434,نقيب الله ځلاند - خوست," چي ومي � �يدې ستا سترگې خمارې  اينه کې کړې درک مې خپلې سترگې څه بې لارې اينه کې خوبونه مې پاريال ته ښاپيروځان سره وړي څومره  مستې بې پ� �واه دي حسن دارې اينه کې دزړونو مالک خدای خوزما په زړه باندي پوهيږې چې ږدې درنجوخال په څوڅووارې اينه کې تکل کړوچې کاروان به دبابا په لاره سم کړو پښتو راته ټپې  کړې  مزيدارې  اينه  کې راځی چې ورته چل دم ينې زده کړوپه سندرو قطا� �قطارخوبانې دي اوزگا رې اينه کې په سترگوکې يې راکړې پيمانې دخمارونو په نازنازمې ويدې کړلې کرارې اينه کې يووارکه دهينداروملکه ځان راښکاره کړي څه گرم به بازارشي دهيندارو اينه کې ځلانده دراتلووعدې دې څومره غځېد� �ي بس سترگې غړومه ناقرارې اينه کې  نقيب الله ځلاند -  خوست ",هينداره 5435,," په کابل کې د ناټو يوه وياند مار ک ليټي نن يوې خبري ناستې ته وويل د سيمه ايزو چارواکو او دولت د ملاتړ په صورت کې او دا چې ځايي اوسېدونکي ورته د خپلې سيمې د امينت د ساتلو په اړوند ډاډ ورکړي، د  هلمند د موسى کلا په څېر به له يو شمېر نورو سيمو څخه هم خپل ځواکونه وباسي او واک به سيمه ايزو خلکو او پوليسو ته وسپاري. له دې وړاندې د ناټو ځواکونه له موسى کلا څخه ووتل او دا شک يې رامنځته کړ چې ښايي افغان دولت او ناټو له طالب جنګياليو سره خبرې کړي وي. مار ک ليټي له طالب جنګيا� �يو سره هر ډول خبرې او جوړ جاړى ردوي او وايي سيمه ايزو مشرانو ورسره ژمنه کړې، چې سيمه کې به امنيت ساتي او دو� �تې ادارې به فعالې وي. وياندپه نورو سيمو کې د ورته وړانديزونو هرکلى وکړ او څرګنده يې ګړه چې شرطونه به توپير و� �ري. ",ناټو: تيار يو له نورو سيمونه هم خپل ځواکونه وباسو 5436,," افغان ولسمشرحامد کرزي د کندهار و� �ايت په ژړۍ ولسوالۍ کې د ولسي وګړو په مرګ او ژوبله ژوره خواشيني ښودلې اود ټليفون پر ليکه يې د قربانيانو له يو شمير کورنيو سره خپله غم شريکې بيان کړې ده. د سيمې ګڼ شمېر اوسېدونکو له بېنوا ويبپاڼي سره څرګنده کړه، چې دلته نه طالب وو او نه شته او نه له دغه سيمې څخه پر چا ډزې شوې. د کندهار والي اسدالله خالد چې نن له ځپل شوو سيمو څخه يې ليدنه کوله له بېنوا ويبپاڼي سره ومنله، چې د ناټو په بمباريو کې ٩ تنه ولسي وګړي مړه او ١٣ تنه نور ټپيان شوي دي، چې لس تنه يې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي. ناټو هم منلې چې ولسي وګړو ته زيان رسېدلى مګر وايي، چې يو شمېر طالبان هم وژل شوي دي. د ناټو بمبارۍ د ژړۍ ولسوالۍ د اشيغو په کلي شوې چې له امله يې ٤ کورنه هم وران � �وي دي. ",کرزي د ولسي وګړوپه مرګ او ژوبله خفګان ښودلى 5437,," د ملګرو ملتونو د جوړېدو ٦١ ک� �يزه نن د افغان ولسمشر حامد کرزي په پيغام لوستلو سره په کابل پوهنتون کې د يوې لويې ناستې پر مهال ولمانځل شوه. په پيغام کې افغان ولسمشر د ملګرو ملتونو د مرستو يادونه کړې او ويلي يې دي،چې افغانستان د دغه سازمان د يوه فعال غړي په توګه د نوموړي سازمان له مرستو څخه چې په دې وروستيو کې يې کړي،ډېره ګټه اخيستې او افغان ولس دغو مرستو ته د قدر په سترګو ګوري. په ناسته کې د لوړو زده کړو وزير ډاکتر محمد اعظم داد فر د دغه سازمان د نورو مرستو غوښتنه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې دغه سازمان د بهرنۍ لاس وهنې او د ترهګرو د را اوښتو د مخنيوي لوري ته زيات پام واړوي. له دې سره سم د کابل پوهنتون يو شمېر استادانوپه افغانستان کې د ملګرو ملتونو هڅې کمزورې وبللې او په تېرو کې يې د دغه سازمان د ښاغلي مستيري په څېر د يو شمېر استازو تېروتنو ته ګوته ونيوله. د  ادبياتو د پوهنځى استاد احمد شاه بېنوا ويبيپاڼي ته وويل، دا مهال چې په افغانستان کې جګړې زور اخيستى، بېکاري او وچکالي ډېره شوې او خلک بيرته د ګاونډيو هېوادونو په لور ډله_ډله روان دي، د ملګرو ملتونو کړنې او هڅې هغه ډول چې لازمي دي نه ما� �ومېږي . ",په کابل کې د ملګرو ملتونود جوړېدو ٦١ کليزه ولمانځل شوه 5438,," د ماين په چاودنه کې چې تېره شپه د هلمند د ګرشک ولسوالۍ بازار ته نيژدې شوې ده، له امله يې د چارواکو په وينا يو دولتي پوليس مړ او ٢ تنه نور ټپيان شوي دي. چاودنه له لرې واټن د ريموټ کنټرول له مخې ترسره شوې ده.په چاودنه کې يو دولتي موټر هم ويجاړ شوى دى. د چاودنې پړه طالبانو منلې. ",په هلمند کې يو پوليس مړ او ٢ تنه ټپيان شوي 5439,," د غور ولايت امنيتي چارواکو تېره شپه ناوخته د دغه ولايت په دولينه ولسوالي کې په نشه يي توکو بار پنځه موټران نيولي دي. د دغه ولايت د پوليسو مشر بېنوا ويبپاڼي ته وويل قاچاقچيان په تېښته بريالي شوي او د موټرانو چلوونکي دا مهال له دوى سره بنديان دي. نوموړي دا خبره رد نه کړه، چې د نشه يي توکو په قاچاق کې دې يو شمېر دولتي چارواکي په پټه لاس ولري. دوې اونۍ وړاندې د دولينه ولسوال او امينه قومندان په دې تور چې په قاچاق کې لاس لري،له دندو ګوښه شوي دي. ",په نشه يي توکو بار پنځه موټران نيول شوي دي 5440,," د عيني شاهدانو له خولې د هغه ځانمرګي بريد له امله چې نن له غرمې مخکې ١١ بجې د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې وشو، له امله يې د ناټو د دريو عسکر د ټپي کېدو په ګډون ٢ تنه ولسي وګړي مړه او يو شمېر نورټپيان شوي دي. د هلمند د پوليسو مشر نبي جان ملاخيل له بېنوا ويبپاڼي سره ومنله چې دغه ځانمرګى بريد د لښګرګا ښار د فاميليو په سيمه کې په برتانوي ځواکونو تر سره شو، چې له امله يې د نوم وړي په خبره په خپله ځان وژونکى مړ او يو برتانوي عسکر ټپي شوى دى. طالب جنګياليو د دغه بريد پړه منلې او د دغه ډلې يوه وياند ډاکتر حنيف له نامالوم ځاى څخه وويل، چې بريد د بست هوټل مخې ته د هلمند د يوه اوسېدونکي عبدا� �ناصر له خوا په کورنيو او بهرنيو ځواکونو تر سره شو، چې له امله يې د برتانوي عسکرو په ګډون لس تنه وژل شوي دي. ",په هلمندکې ځانمرګى بريد شوى دى 5441,," نن غرمه مهال ١٢ بجې د خوست ښار په جنوبي څنډه د مردي خيلو په سيمه کې پر افغان دولتي پوليسو يو ځانمرګى بريد وشو چې له امله يې د ځايي چارواکو په وينا يو پوليس مړ او ٥ تنه نور ټپيان شوي دي. د خوست د امنيتي چارو مشر زيارت ګل منګل له بېنوا ويبپاڼي سره د بريد پخلى وکړ او زياته يې کړه، چې ځان وژونکى هم په بريد کې ټوټه - ټوټه شوى دى. ",په يوه بل ځانمرګي بريد کې ٦ تنه مړه او ټپيان شوي 5442,," محمدابراهيم( سپېڅلى) دلسوزروډالروپه لګښت پرپنځه سوه بيوزلوکورنيوخوراکي توکي ووېشل سول ،دغه مرستي په کندهارکي دافغان ترک عالي ليسې دمديريت په نوښت ددې لېسې دزده کوونکواودکندهارښارديوشمېرسوداګروپه مالي مرسته راغونډي اونن هروړراجسترسوي کورته دموټ� �انوپه واسطه ورورسول سوې . په دې اړه په کندهارکي دافغان ترک عالي لېسې مرستيال عبدالرحمان بېنواته وويل :(( زم وږمرستي نه يوازي په کندهاربلکي دهيوادپه نوروښارونولکه :کابل،هرات ،شبرغان اومزارشريف کي هم پربېوزلوکو� �نيوووېشل سوې اوپه راتلونکي کي پلان لروچي دخپلومرستولړۍ ولسواليوته هم وغزوترڅودروژې په مبارکه مياشت کي دولسواليوبېوزله خلګ هم له دې مرستوڅخه ګټه واخلي . ديادوني وړده چي په هيوادکي افغان ترک لېسې يواځنۍ لېسې دي چي هرکال دروژې په مبارکه مياشت کي پربېوزلوافغانانوباندي ځيني خوراکي توکي وېشي . ",پربيوزلوکورنيوخوراکي توکي وويشل سول 5443,,"  استادعبدالرؤف ( بينوا) دخوږې پښتولپاره دونده خدمتونه كړيدي چي ترڅوپښتواوپښتانه وي ددغه ښاغلي استادنه ستړي كيدونكي خدمتونه به هيرنه كړي . (پرېشانه افكار) د ښاغلي ( بېنوا) يوله هغوخدمتونوڅخه دى چي نن زه غواړم يوڅوكرښي ورباندي وليكم ،كه څه هم داستادهركتاب څه چي هره جمله يې يوه دكاڼي كرښه ده خوبياهم پردغه يادسوي كتاب باندي يوڅه ليكل پرځان پورګڼم .  ( پرېشانه افكار) دنن څخه پوره اته څلويښت كاله وړاندي دهېواد په پلازمېنه كي چاپ اوخپورسوي ؤچي دوه ويشت كلامونه يې پخپله لمن كي ځاى كړي ؤى. له يوې خوادشعردمينه والوپه منځ كي ددې كتاب محبوبيت اودبله پلوه ددې ګټوركتاب پرچاپ كابودنيمي پيړۍ تېرېدل ددې سبب سول چي داكتاب ددهم ځل لپاره بياچاپ اودمينه والوتر� �اسونوورورسېږي ،همداوجه وه چي په دوه زرم ميلادكال په كوټه كي داحمدالله ( صحاف ) له خوپه ښه كمپيوټري ډيزاين پرتك سپين كاغذباندي چي ټول مخونه يې دوه اوياته رسېدل دزرټوكوپه شمېرخپورسوچي ديوه ټوك بيه يې پنځه ديرش پاكستانۍ كلداري ورته ټاكلې دى  ،دپښتۍ انځوريې دكندهاردتكړه انځورګرښاغلي عبدالهادي (( تپاند)) په هنري ګوتوكښل سويدى . په انځوركي وينوچي استاد(( بينوا)) دملت په غم غمجن ښكاري اولږلاندي قبرونه ترسترګوكيږي چي جنډۍ باندي رپيږي اويوسړى چي څيره يې نه صحيح كيږي دقبروپرخواولاړياروان ښكاري اوتردغه انځورلاندي دكتاب نوم ليكل سويدى چي پرېشانه افكار.  دپرېشانه افكارپه دغه دوهم چاپ كي داستادبېنواپينځه نورنظمونه چي په � �ومړي چاپ كي نه وه ورزيات سويدي لكه : ( اختراوتنهايې ،زه ،دتمدن وحشت ،دپردېس پسرلى اودوينوبوى )   دتړون يااهداء پرځاى يې داستاددغه يوڅوبيتونه راوړيدي :  كله تيزترخه ويل كړم وملت ته له هرلوري وركوم سختي طعنې زه كله بولم خپل ملت خوى دوحدت ته    په پسته ژبه كوم دوى ته ګيلې زه بيايې سترګي واړوم زاړه عظمت ته ورپه يادكړم پاني پت خوږې كيسې زه دالهام مي راځي زړه ته له � �سمانه ياددې پاكي فضاء دي داخويونه .  له دې شعرڅخه ورسته خپرندويه مؤسيسې يومخ خبري ليكلي دي اودداسي يوه ګټوركتاب په چاپولويې ځان وياړمن ګڼلى اوليكي چي : (( دصحاف نشراتي مؤسيسه وياړي چي      دارواښاداستادعبدالرؤف بينوادپرېشانه افكاردبياچاپولوافتخاريې په برخه سو،هسي خونن سباهرپښتوكتاب چي چاپېږي نوخپرونكي يې هڅه كوي چي ديوه وتلي ليكوال ياشاعرسريزه پرې وليكي خوموږ داسي ونكړه ځكه چي ارواښاداستادبينوانيمه پيړۍ وړاندي پښتوته په روانه ،لنډه اوعام فهمه ژبه داسي زړه راښكونكي پيغام ونه پرې ايښي دي چي : په اوس اوراتلونكي مهال كي يي دپښتون قام دټولنيزژوندنيمګړتياوي اوناخوالي ورپه ګوته كړي دي اوهروخت يې پښتانه استقبالوي.))  له دې څخه ورسته يې خپله دارواښاداستادبينواخبري چي د١٣٢٢كال دت� �ې دمياشتي پرپينځه ويشتمه نيټه يې دانيس ورځپاڼي په ١٧٢يمه گڼه كي ( دپښتوشاعران بايدڅه وكړي ؟ ) ترسرليك � �اندي خپرې كړي راخيستي چي په يوه برخه كي يې داسي راغلي دي : (( موږدقافلې څخه ډيرورسته پاته يو،پښتني همت اوټينګ عزم په كاردى چي دهمزولوسره ځان سم كړواودتمدن په كاروان پسي ځان ورورسوو،دخوب دوره تېره سوه دملت وېښول دځلموشاعرانووظېفه ده . ))  تردې ورسته خوږنثرليكونكي اودهغه مهال دپښتوټولني رئيس استادګل پاچا( اُلفت ) هم پرنوموړي كتاب باندي دپرېشانه افكارپه نامه يوه خوندوه سرېزه ليكلې ده چي لوستونكي نورهم دكتاب و� �وستلوته هڅوي ،پښتون فليسوف ګل پاچا( اُلفت ) خپله خوږه سريزه په دې په زړه پوروجملوسره پيل كړېده : (( ... هغه څوك چي په اخترونوكي ديتمانوپه حال ځوريږي اودپردېسانوپره هديره اوښكي تويوي ،هغه په هرحال كي بينوادى اودعيش اوعشرت باديې هېڅكله دبېنوايانوڅخه نه سي بېلولاى . ))  دكتاب دپښتۍ پرڅلورم مخ هم يوه ښكلې منظره خپره سوېده چي پرشنه آسمان خال،خال وريځ داانسان زړه يوڅه ليكلوته تخنوي اوتردغه شنه آسمان لاندي دښكلوغرونولړۍ چي رڼې اوبه په يوه مانده كي ځني رابهېږي ،دلويواوكوچنيوډبروسره سروهي اوداستادبينوادشعردځان سره غلى ،غلى زمزمه كوي :   چي پخپله مستقل يمه له ځانه       څوترڅوبه كړم دنوروتقلېدونه   زماشعردى نسيم له كوهستانه       وېښوي دپښتنوسپېڅلي زړونه  مداح نه يم چي په زيات صفت څوك ستايم              نه له چاڅخه مي هيله ددنياشته  څ وژوندى يمه رشتيا،رشتيابه وايم  په درواغومي دخولې كله ويناشته  قام به وېښ كړم لكه دم دمسيحا  له غليمه زماكله څه پرواشته  تملق مي منافي دى له وجدانه  مقيدنه يم آزادمي دي بيتونه . درنولوستونكوماپرېشانه افكارټول ولوست هربيت يې لوستونكي ته يوځانګړى احساس وركوي خودغه نظمونويې [ دسهارستورى ،بيباني ګل ،خداى ږودژړايمه ] دونده اغيزه راباندي وكړه چي زما  ګوتي يې دليكلوتوان نه لري اوپه ځينوځايوكي داستادكندهارۍ لهجي بيادنظمونوښكلانوره هم زياته كړېده  ديادوني وړبولم چي ددغسي � �ويواستادانوكتابونه نه يوازي دلوستلولپاره دي بلكي دنووځوانوقلموالولپاره ديوه موثق ماخذپه توګه هم ښه كارځيني اخيستل كېداى سي نودتوان تروسه بايدهڅه وسي چي داسي كتابونه په وار،وارسره چاپ اوخپاره سي ترڅوپه دې سره به موله يوې خوادښاغلواستادانويوڅه ناڅه حق پرځاى كړى وي اوله بله پلوه به مودخپل ادب دبډايني سره ،سره دخپل ځوان ادبي كهول لپاره يوه پياوړي تومنه په لاس كي درلودلې وي اوبله ګټمنه خبره خولاداچي دداسي مهم واګټوروكتابونوله دوركېدامخه به مونېولي وي چي زه حمدالله صحاف صاحب ته كورودانى وايم چي يوه دغسي نيك كارته يې لاس واچاوه اودده دانيكي به ځوان قلموال ترډيره په يادولري .  دنورودغسي په زړه پوري كتابونودچاپ اوخپرېداپه هيله  په درنښت ", دبېنواپرېشانه افکار(د محمد ابراهیم سپېڅلي لیکنه) 5444,," عبدالله پتمن/كابل د پاکستان پخوانيو لومړې وزيرانو نواز شريف او بېنظير بوټو د ټولټاکنو څخه د مخه په هيواد کې د يو ملې حکومت د رامنځته کو� �و غوښتنه وکړه. پرون په لندن کې دواړو مشرانو د يوې خبري ناستې وروسته يو ځل بيا وويل چې د راتلونکو ټاکنو څخه دمخه به خپل هيواد ته ستنېږې، خو د ستنېدو نېټه يې په ګوته نكړه. دوى وويل مشرف غواړې دواړه مشران په راتلونکو ټاکنو کې گډون ونکړي خو دوى په هيواد کې د پاکو شفافو ټاکنو غوښتنه کړې ده نو پر دى اساس له مشرف سره د خبرو لپاره کومه اړتيا نشته. ",نواز شريف او بېنظير بوټو پاكستان ته ستنېږي 5445,نعمان دوست کابل," محمد نعمان دوست - کابل ، د تلې ٢٧ م ه عجــــيـ� �ــــبـــه مخـــــــــــ� �ــــــــــلوق د شهزاده سراى مخ ته يو ماشوم چې دجنګ سوغات ( ماين ) ترې پښې اخيستي  په سينه پروت دى .  که څه هم  دکابل ښار په دغه سراى کې په ميليونونو ډالر او نور اسعار لاس په لاس کېږي ،  خو د ماشوم په مخ کې په زړه غوړېدلې ټوټه يوازي يو څو افغانۍ پرتې دي .   ماشوم له سراى نه هر راوتونکي سړي ته چې بنډلونه يې په لاسو کې دي ګوري ، خو ده ته د چا پام نشته .   د ما� �وم عمر روژې ته جوړ نه دى ،  خو دومره وږى ښکاري لکه ټول عمر چې روژه وي . لغړ ماشوم  د هغو کسانو ننداره هم کوي چې د اختر لپاره يې  خپلو بچيانو ته  ښکلي  او ښايسته رختونه اخيستي دي .  غرمه په تېرېدو ده خو دم اشوم مخ ته يواځې نيمه سړه ډوډى چې کوم سخي (!)  به پرې لورولې وي ، پرته ده .  هغه فکر وړى دى او همدې فکر کې د جومات د ملا امام دعا ته غوږ دى .  اما م صاحب ، په دعا کې وايي : خدايه ! ته عادل پاچا يې زموږ په حال ورحمېږه .  په دې خبره ماشوم موسکى شو او شونډې يې وخوځېدې .  شايد د هغه له خولې راوتي وي چې عجيبه مخلوق دى ؟  له خدايه عدالت غواړي خو خپله يې ورته شا کړې .        ",له خدايه عدالت غواړي خو خپله يې ورته شا کړې 5446,د ( بُست ) دريمه ګڼه چاپ سوه," بست په هلمندولايت كې لومړنۍ خپلواكه خپرونه ده چې په مياشت كې يوځل پر څلورو مخونو په اخباري كچه خپرېږي، چې د ځينو رپوټونو تر څنګ په كې نړيوال په زړه پوري معلومات هم خپاره شوي دي، دا ګڼه يې د تلې د مياشتې ده، چې د نورو ګڼوپه څېر د غلام سخي نو� �يوال تر مديريت او د احمدشاه پاڅون تر مرستيالۍ لاندې خپره شوې ده. كه څه هم دا خپرونه كومه مالي سرچينه نه لري خو په كې خپاره شوي مطالب ډېر په زړه پوري ښكاري. د برېښناليك پته يې ده Bust_journal@yahoo.com ګرځنده شمېرې يې دي :۰۷۹۹۶۷۰۳۰۳\ ۰۷۹۹۱۰۹۲۹۲\ ۰۷۹۹۸۵۰۵۵۳ ",له هلمنده د ( بُست ) مجلې دريمه ګڼه چاپ سوه 5447,," دناپيژاندو وسله والو کسانو د يو وسله وال بريد په ترځ کې ٨ تنه مزدوران کنړ کې وژل شوي دي او ٢ تنه په تيښته بريالي شوي دي . د کنړ والى د پيښي پخلۍ کوي او وايى وژل � �وي کسان ټول مزدوران دي ، چې کنړ کې د امريکايانو په يوه اډه کې يې مزدوري او غريبي کوله او خپلو کورونو ته د � �استنيد وپر مهال د يو وسله وال بريد په ترځ کې په شهادت رسيدلي دي .دغه خونړۍ پيښه د ګړنګل په سيمه کې رامينځ ته شوې ده اوويل کيږي لومړۍ د نوموړو کسانو لاسونه د شا خوا تړل شوي او وروسته په ګوليو وژل شوي دي . وژل شوو کسانو د څوکۍ ولسوالۍ ميشت امريکايي اډه کې مزدوري کوله . ",کنړ کې ٨ تنه مزدوران وژل شوي دي 5448,," دخوست - ګرديز په لويه لار د اسم اعيل خيلو په ولسوالۍ کې نن د ملى اردو د موټرو کاروان تر يو ځانمرګي بريد لاندې راغلۍ ، چې له امله يې د چارواکو په وينا يو تن مړ او ٦ عسکراو ٤ ولسي وګړي ټپيان شوي دي . په بريد کې په خپله ځان وژوونکى هم وژل شوي دي .طالب جنګياليو د بريد پړه منلې او وايى په بريد کې يې چې د يو طالب عبد الله له خوا تر سره شوى د ملي اردو لس عسکر مړه او دوه موټر ويجاړ شوي دي . د ماين د چاودنې په يوه بله پيښه کې يواربکى وژل شوي دي . همداشان تيره ورځ ددغه و� �ايت د ملى امنيت يو چارواکى رحمت ګل له خپل کور نه د راوتو پر مهال د ماين په چاودنه کې ووژل شو. ",د خوست په ځانمرګي بريد کې ١١ تنه مړه او ټپيان شوي 5449,," وسله والو غلو چې شمير يې د عينى شاهدانو له قوله تر ٢٠ تنو رسيدو او پوځي جامې يې په ځانو کې وې ، د کندز - بغلان د لويې لار په اوږدو کې د على اباد ولسوالۍ د کيسه توپګ په سيمه کې د يو شمير مسافروړونکو موټرو ټول مسافرين شکه ولي او هر څه يې ورسره وړي دي . وسله والو غلو دوه تنه مسافرين چې د تيښتې هڅه يې کوله په ډزو سره وژلي دي .د کندز د پوليسو مشر د پيښـي پخلۍ کړى او وايي وسله والو غلو يوکروڼا موټر هم تښتولى دى .په يوه ورته بله پيښه کې وسله والو غلو د فارياب مرکز ميمنې ښار په ٣ کي� �ومترى کې په مسافر وړونکو موټرو يرغل کړي او د مسافرينو ټول شته يې غلا کړي دي .پوليسو د دواړو پيښو په اړوند يوازې د پلټنې د پيل څرګندونې لري. ",د شمال په ٢ ولايتونو کې وسله والې غلاوې شوې 5450,," د امريکا د پوځ انجينري برخه په کندهار، ارزګان، کنړ ، پکتيکا اوغزني کې د ٣٩٥ کيلومتر سړک جوړولو او په باميانو کې د اوبو رسولو د پروژې په برخه کې له افغان چارواکو سره ٩٤ ميليون ډالر مرسته کوي . افغانستان کې د امريکا د ځواکونو لوى مشر جنرال کارل ايکين بيري له افغان چارواکو سره د يادو شوو پروژو د تړون پر مهال وويل تر څو چې افغانستان کې سوله او ثبات ټينګ نه شي امريکا به له افغانستان څخه ونه وزي . ددغو پروژو کار به د راتلوونکي کال په پسرلي کې پيل شي .ام� �يکايي چارواکي وايي چې د ٢٠٠١ زيږديز کال څخه تر اوسه پورې يې ٨٢\٥ ميليارد ډالر افغانستان کې لګولي او دا مهال ٢٢ زره عسکر افغان کې لري .د دغو پروژو د پلي کولو تړونونه دافغان کمپنيو سره نن کابل کې لاس ليک شو . ",امريکا له افغانستان سره ٩٤ميليون ډالر مرسته کوي 5451,," د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت نن خبر وکړ ، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير محمد قصوري به ډير ژر افغانستان ته راشي . دغه سفر د هغه جوړ جاړي له مخې تر سره کيږي چې په هرو دريو مياشتو کې به د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيران د يو او بل هېوادونو پلازم ينو ته سفر کوي .ټاکل شوې ده په دغه سفر کې دواړه وزيران د قومي جرګو د جوړښت په هلکه خبرې اترې وکړي . ",د پاکستان د بهرنيو چارو زير کابل ته راځي 5452,," د هالنډ ددفاع وزارت په يوه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې دغه هېواد په پام کې لري ٣٣٠ تنه عسکر د افغانستان سويل کې کندهار او ارزګان ته واستوي . هالنډ دا م هال افغانستان کې ١٤٠٠ ځواکونه افغانستان کې لري ، چې د امريکا او کاناډا له ځواکونو سره يو ځاى د افغانستان په سويل نا ارامه سيمه کې د طالب جنګياليو پر ضد جګړو او بيا رغاونو کارونو کې پوره ونډه لري . ",هالنډ خپل نور عسکر افغانستان ته استوي 5453,," افغان ولس مشر حامد کرزي د پاکستان د پارلمان د غړي اود جميعت العلماي اسلام د ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ، د پښتونخواه د ګوند مشر محمود خان اڅکزي او د نشنل عوامي ګوند د مشر اسفنديار ولي خان په نامه ليکونه استولى او هيله څرګنده شوې ،تر څو نوموړي مشران ، د ډيورنډ د کرښې د دواړو لورو د قومى مشرانو د جرګې د جوړيدو او بريالي کيدو او په افغانستان کې د جګړو او بدمرغيو د له مينځه وړو په هکله هلې څلې وکړي اوپه دې اړوند خپل کردار ادا کړي .ليکونه په پيښور کې د افغان � �ونسلګرى له لوري سپارل شوي دي .حامد کرزي په ليکونو کې د افغانستان د ننه د جنګ -جګړو ، وژنو، ورانيو او نورو بدمرغيو او ناخوالو يادونه کړې او هيله شوې تر څو هغوى ددغو غميزو په ختميدوکې مرسته او خپل مسئوليت ادا کړي .په امريکا کې د افغانستان سفير طيب جواد ويلي دي ، چې لومړۍ جرګه به پاکستان ته د افغان ولسمشر حامد کرزي له سفر مخکې جوړيږي او د افغانستان او پاکستان دواړه مشران به په کې ګډون کوي . ",د پاکستان دځينو مشرانوپه نامه د کرزي ليکونه 5454,," د ناټو سرمنشي پاپ دې هوپ شيفر په لندن کې د خپلو څرګندونو پر مهال پر نړيوالو غږ وکړ چې په بيړه سره د افغانستان د اقتصادي او سياسي ودې او پرمختګ له پاره پانګونه وکړي او پرته له پراختيا په افغانستان کې امنيت نه شي خوندي کيداى . ده زياته کې ناټو په افغانستان کې د امنيت په پراختيا سره د بيارغاونې يوه دربچه پرانسيتې ده او دا مهال نړيواله ټولنه ، ملګري م� �تونو،نړيوال بانک ، اروپايي ټولنه او نور مرستندويه او نادولتي ټولنو له پاره هغه وخت رارسيدلى دى ، چې خپل فعاليتونه په دغه هېواد کې پيل کړي .نوموړي د افغانستان اوسنۍ پړاو نازک وباله او په ګوته يې کړه ، چې لږ وخت شته چې افغانان په دې قانع شي، چې د طالبانو د رژيم پر پرتله يې اوس په ژوند کې بدلون راغلى دى ",ناټو : د افغانستان د پرمختګ له پاره کار کوي 5455,," بريتانيا کې دترهګرى ضد چارواکي په دې باوردي ، چې د القاعدې ډلې يا شبکې له سره ځان سمبال کړى دى او په بريتانيا کې يې دوړو دلګيود نظام په لرلو سره اوس لوى ګواښ رامينځ ته کړى دى . د چارواکو په وينا برتانيا ځکه يو اسانه هدف ګرځيدلى ،چې له پاکستان سره دوديزې اړيکې � �ري او هرکال لس ګونه زره کسان له بريتانيا څخه پاکستان ته تګ او راتګ کوي او دغو دلګيو ته هم پاکستان او ب� �تانيا کې روزنه ورکول کيږي . ",بريتانيا : القاعدې بياځان سمبال کړى دى 5456,," د افغانستان لوى څارنوال عبد الجبار ثابت د افغانستان په شمال کې په ځايي چارواکو تور ولګاوو، چې په درغليو باندې د تورنو دولتي چارواکوپه نيولو کې ورسره ناغيړي کوي .نوموړي د مزار شريف ښاروال يونس ،د بلخ ولايت د فنى چارو مشر ذبيح الله اختري د بلخ ولسوال او يو شمير نورو څارنوالو د نيولو امر ورکړى دى . ثابت د حيرتانو په بندر کې د ميليونو افغانيو د درغليو خبر و� �کړ او زياته يې کړه چې د ٦٠ فيصدو ولسي خلکو شکايتونه له هغو پخوانيو جهادي قومندانانو او وسله والو څخه دي ،چې ځمکې يې دهغوى له خوا په زوره غصب شوي دي . ",ددرغليو په توردځينو دولتي چارواکو ګوښه کول 5457,," د هغه چاودنې له امله چې نن د پاکستان د پيښور ښار د فردوس چوک کې وشوه له امله يې د پوليسو په وينا ٧ تنه ولسي وګړي مړه او ٣٣ تنه نور ټپيان شوي دي . عينى � �اهدان بيا د ٨ تنو د وژل کيدو او ٥٠ تنو د ټپي کيدو خبره کوي . پوليس وايي چې چاودنه په يوه کړاچۍ کې رامينځ ته � �وې ده . ",٧ تنه مړه او ٣٣ نور پيښور کې ټپيان شوي دي 5458,," پکتيکا کې د يحي خيلو د ولسوالۍ د مرستيال په کور طالب جنګياليو وسله وال بريد کړى دى ، چې له امله يې په خپله يو طالب مړ او دولتي چارواکو ته په کې زيان نه دى � �سيدلى . يو طالب وياند منلې چې بريد ددوى کسانو نن سهار کړى او يو طالب په کې وژل شوى دى . د پکتيکا والى اکرم خپلواک له بينوا سره د بريد پخلۍ وکړ او وايى يوازې بريد کونکو ته مرګ او ژوبله اوښتې . ",ديودولتي چارواکي په کور بريد شوى دى 5459,," طالب جنګياليو تيره شپه د دوو جلا بريدونو پر مهال کندهار او لوګر کې امريکايانو ته د جاسوسى په تور دوه تنه افغانان وژلي دي . يو طالب وياند ډاکتر حنيف له نام الوم ځاى څخه ويلي ، چې د ارزګان د دهراود اوسيدونکى حاجي سيد محمد تيره شپه د کندهار ښار د ننه د ښکار پور سيمه کې د عبدالله پلازا ته نيږدې د طالبانو په يو کمين کې او د لوګر ولايت د محمد اغې ولسوالۍ اوسيدونکى سنګين د خپل کور سره د طالبانوپه يو وسله وال بريد کې ووژل شول .افغان امنيتي چارواکي تر اوسه په دې هکله رسمي وينا نه لري . ",د جاسوسي په تور دوه تنه وژل شوي دي 5460,," وسله والو طالبانو پرون د غزني ولايت کې د ائيتلافي ځواکونو د خوراکي توکو د موټرو په کاروان بريد کړى دى ، چې له امله يې د چارواکو په وينا ٢ تنه موټر چلوونکي مړه او ٢ تنه نور ټپيان شوي دي . په بريد کې يو موټر هم له مينځه تللى دى . د غزني امنيتي چارواکي وايي ، بريد کونکي تښتيدلي او دوى يې د نيولو هڅې پيل کړي دي . ", دائيتلاف د خوراکي توکو په کاروان بريدشوى دى 5461,," د كوچني اختر له رارسېدلو سره سم د طالبانو د مشر ملا مح مدعمر په نامه پيغام خپور شوى دى چي طالبانو، افغان ولس او د نړۍ مسلمانانو ته يې د وړوكي اختر له مباركۍ سره د بهرنيو ځواكونو د تېښتي مباركي هم وركړې ده. په پيغام كي ويل � �وي كرزى او د هغه بهرني ملاتړي د تېښتي لاره لټوي خو طالبان به هغوى ته هيڅكله د تېښتي لاره ورنكړي بلكي اس� �امي محكمې ته به يې راكش كړي. نوموړي د ديموكراسۍ ترنامه لاندي د نړيوالو فارموله ناكامه بللې او ويلي يې دي سره له دې چي په دې لاره كي يې په مليارډونو ډالر ولګول، خو مسلمان ولس په حقيقت وپوهېدئ او د دوى (طالبانو) ترشا ود� �ېدئ. د كابل حكومت په هيواد كي د امن او ثبات په راوستلو، د نشه يې توكو په كنټرول او د ملي يووالي په � �اوستلو كي ځكه ناكامه دى، چي د كرزي پر شاوخوا غله، داړه ماران او د وسله والو مليشو مشران راټول دي. چي د ده په وينا هغوى ټول يا خو د نشيي توكو قاچاقبران او يا د هيواد تجزيې ته ناست ستميان دي. ملا محمدعمر د ف� �سطين، كشمير او عراق شخړو ته په اشارې سره ويلي مسلمانان دي د ملګرو ملتونو د پرېكړو انتظار نه كوي، ځكه هغوى په خپل تاريخ كي د اسلامي نړۍ په ګټه يوه پرېكړه نه ده كړې. ده پر افغان ولس ږغ كړى چي د طالبانو ترشا ودرېږي د امريكا او د هغوى د پلويانو په تكرارو تبليغاتو و نه غولېږي چي وايي طالبان د پاكستان له خوا حمايه كېږي، نوموړي ويلي چي دا پاكستان وو چي پر افغانستان د امريكا د بريد لپاره يې اډې وركړې، په زرګونو طالبان يې امريكا ته وسپارل او اوس هم د پاكستان هوايي او ټرانسپورټي لاري د امريكا د لوژستيكي اكمالاتو په خدمت كي دي. ملا محمدعمر د مسلمانانو د شيعه او سني ډلو ترمنځ د اختلاف ټكو ته هم اشاره كړې ده چي طالبان دي په خپلو صفونو كي د فقهي مسايلو پربنسټ يو د بل توپير نه كوي ځكه مسلمانان ټول سره وروڼه دي. په پاى كي يې پر طا� �بانو يې ږغ كړى چي په خپلو صفونو كي د يووالي او جنګي كرښو د نظم خيال وساتي او په عملياتو كي دي ملكي كسانو او ماشومانو ته د زيان له رسېدو او د غير شرعي كارونو له تر سره كېدو ډډه وشي. ",د طالبانو مشر ملا محمدعمر پيغام خپور كړى 5462,," د کابل ښار د زمان خان کلا په سيمه کې نن د ملي ا� �دو يو موټر د بمي چاودنې تر بريد لاندې راغى. چي له امله يې موټر ويجاړ شو خو ځاني مرګ او ژوبله نه لري. ويل کيږي دغه بريد د ريموټ کنټرول له مخې له لرې واټن څخه تر سره شوى دى. ",په کاّّّبل ښار کې د ماین چاودنه وشوه 5463,," د ايساف په يوه خپره شوې پاڼه کې ويل شوي چې د ٢٢٢ زرو ډالرو په لګښت دوه ښوونځي د ګردېز په پټان کلي کې جوړ کړي دي. يو يې ٨ خوني او بل يې ١٦ د زده کړې خونې لري چې تر ٦٠٠ زيات ماشومان په کې زده کړه کولاى شي. ",ايساف په ګردېز کې دوه ښوونځي جوړ کړي دي 5464,," د افغانستان لوى څارنوال عبدالجبار ثابت چې نن يوې خبري ناستې ته په کابل کې خبرې کولې د افغانستان په شمال او په ځانګړې توګه د بلخ ولايت د مشرتابه او چارواکو له چلند څخه نا خوښى برېښده او څرګنده يې کړه چې په درغليو يو شمېر تورن کسان د زور واکو د ملاتړ له امله د قانون منګلو ته نه دي سپارل شوي اوپه ځينو برخو کې چارواکو ورته اجازه نه ده ورکړې، چې څېړنې او تحقيقات وکړي. ده وويل د مزار ښار وال، د بلخ فني مرستيال او د دولت اباد د ولسوال د نيولو حکم ورکړل شوى دى مګر نوم وړي تورن کسان لا نه دي نيول شوي. ثابت تور ولګاوه چې د مزارشريف ښاروال د هلمند د تصدۍ ٤٥ جريبه ځمکه په خپلو کسانو وېشلي ده. ده ګواښ وکړ که د روژې تر پايه نوموړي کسان ونه نيول شي د افغانستان ملي شورا ته به لاړشي او اف� �اګري به وکړي. د يادولو وړ ده چې د بلخ فني مرستيال، د مزار ښاروال د بلخ د والي په امر په خپلو دندو کې دي او د � �وى څارنوال تورونه نه مني. ثابت بيا هم خپل سفر د بلخ ولايت ته بريالى او مثبت وباله او د ملي امنيت د چارواکو له همکاري څخه يې مننه وکړه. ",لوى څارنوال د احتجاج په توګه له مزار شريف نه ووت 5465,," د کورنيو چارو وزارت مرستيال جنرال داود نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل چې په تېرولسو ورځو کې يې څه باندې ١٥ ټنه نشه يي توکي چې ٧ ټنه يې تارياک ، ٧ ټنه چرس او يو ټن پوډر (هروئين) دي، ترلاسه شوي او په تور يې ٣٠ کسان نيول شوي دي.ده وويل د هېواد په هغو ١١ ولايتونو کې چې د تارياکو ډېر بوټي په کې کرل کېږي، د کوکنارو د بندولو د پلان پلي کول هم پيل کړى دى. ",دولت: ١٥ ټنه نشه يي توکي نيول شوي دي 5466,," د اختر په سپيڅلو ورځو کې د افغانستان پ� �ازمېنه کابل د يو شمېر وتلو کورنيو او بهرنيو سندر غاړو کوربه شو او ټاکل شوې ده د اختر په نيکمرغه ورځوکې د سندرو خپل هنر وړاندې کړي. د پاکستان وتلي سندرغاړي رحيم شاه نن د کابل ښار په سرينا هوټل کې يوې خبري ناستې ته وويل، چې نيکه يې د ښکلي افغانستان وو، چې وروسته پاکستان ته مهاجر شو او هلته زه دنيا ته راغلم. نوموړي د پيغام په ترڅ کې د افغان ولس د نېکمرغيو او خوشاليو هيله څرګنده کړه او زياته يې کړه چې افغان ولس هم بايد د نورو په څېر په سوله او سوکالۍ کې ژوند وکړي. رحيم شاه د افغان بېسيم او اريانا ټلوېزيون په بلنه کابل ته رارسېدلى دى او ټاکل شوې ده د اختر په ورځو کې کنسرټ ورکړي.له ده سره يو افغان ځوان سندرغاړى حسيب اشرفي هم له امريکا څخه د بيات د بيناد په بلنه کابل ته رارسېدلى دى. له دې وړاندې فريد رستګار او ميرمن يې وجيه هم له بهر څخه کابل ته رارسېدلي دي. د رپ موزيک دوه تنه ځوان سندغاړي هم نن له جرمني څخه کابل ته راستانه شول، چې د اختر په ورځو کې به خپل په زړه پورې کنسرټونه ورکړي. له دې سره سم د دوشنبې ورځ (د لړم لومړۍ نېټه) د ټول افغان ولس له پاره په افغانستان کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده اعلان شوې ده، چې د بلې اونۍ تر پيل پورې به يې و لمانځي. ",کابل د بهرنيو او کورنيو سندرغاړو کوربه شو 5467,," نن په تول افغانستان کې د افغان مومن او مسلمان ولس د � �وژې دېرشمه ورځ پوره کيږي او سبا دوشنبه چي د ۱۳۸۵ كال د لړم (عقرب) لومړۍ نېټه ده په ټول هېواد کې د نېکمرغه کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان شوه، چې د راتلونکې اونۍ تر پيل پور ې به په ټول افغانستان کې رخصتي وي. د نړۍ د ټولو مسلم انانو له پاره د کوچني او لوى اختر ورځې ډېرې مهمې مذهبي اوسپېڅلې ورځې دي، چې مسلمان امت يې د يوه کال په اوږدو کې دوه ځلې په خوشاليو لمانځي. افغان ولس په تېرو دريو لسيزوکې خپل اخترونه له بدمرغيو، ستونزو، جګړو، مهاجرتونو، خواريو او بېوزليو سره لمانځلي او له هغه خوند څخه بې برخې دي،چې د نړۍ نور مسلمانان يې د اختر ونو په ورځو کې لري. سره له دې چې د هېواد په گڼ شمېر سيمو کې ناارامي واکمنه ده، دولتي ادراې او څانګې په درغليو کې ډوبي دي، بې عدا� �تي، ظلم او ناروا په هرڅه کې تر سترګو کېږي، د نيشه يي توکو قاچاقچيان او د وسله والو ملېشو يو شمېر زورواکي د ډالرو او افغانيو په مستيو کې ډوب دي بيا هم د هېواد خوار، غريب او نيستمن خلک د اختر ورځې د نوو خوړو، تازه سبو او ميوو د کورنۍ غړو او په تېره بيا ماشومانو ته د نوو جامو په رانيولو او جوړولو سره لمانځي اوله خپل وس سره سم د خپل غولي دسترخوان د نورو د هرکلي له پاره په وچو ميو او خوږو سمبالوي. د کابل ښار ټول بازارونه، کوڅې او واټونه له گڼه ګوڼې ډک دي، هر څه پرېمانه دي او هر څوک د خپل جېب له مخې يو څه رانيسي. مګر ډېر شمېر اوسېدونکو چې له بېنوا ويبپاڼي سره يې د زړه خواله کوله هيله څرګنده كړه، چې وطن يې آرام او سوکاله شي، د جګړو، وژنو، چاودنو، درغليو، غلاوو، ظلم او تښتونو لړۍ پاى ته ورسېږي، ټول سره يو لاس شي، اوکډوال يې په عزت سره وطن ته بيرته ستانه شي. يو تن اوسېدونکي سيد رحمن وويل، اختر به هغه ورځ اختر شي، چې سوله وي او جګړه بنده شي. نوموړي طالبان هم ددغه وطن بچيان او اوسېدونکي وبلل او له دولت څخه يې هيله څرګنده کړه چي ورسره جوړ جاړى وکړي. د کابل ښار يو بل اوسېدونکي ګل ولي وويل له دې اختره به څه خوند واخلي، چې ماشومان يې نوي جامې نه لري او د بېوزلۍ له امله يې تر اوسه هيڅ خواږه نه دي رانيولي. يو کابلي ځوان تميم انصاري وويل يوه اونۍ مې مزدوري کړې اود خوړو او مېوو د � �انيولو له پاره مې يو څه پيسې ګټلې دي، چې د مېلمنو او انډيوالانو قدر مي په وشي.د سړک د څنډې يوې خيرات غوښتونکي ١٠ کلنې ماشومې نجلۍ مريم، چې اوښکې يې له سترګو راروانې وې، وويل د اختر پوښتنه مه را څخه کوه، خيرات راکړه چې م ور مې ناروغه ده او واړه وروڼه مې د خوړلو له پاره څه نه لري، زه درمل ته ضرورت لرم نه نوو جامو ته. د همدې ماشومې په خبرو ما هم د نورو مرکو او خبرو توان له لاسه ورکړاو په دې دعا سره، چې الله تعالى دې په دې بېوزلو ماشومانو او کورنيو ورحمېږي د دفتر په لور روان شوم او دغه رپوټ مې بېنوا ته پورته کړ . ", کوچنى اختر او د هيوادوالو هيلي 5468,," طالب وياند ډاكټر محمدحنيف بېنوا ويبپاڼي ته ادعا وكړه چي تېر ماځيګر يې ځواكونو د نورستان ولايت د کامدېش ولسوالۍ د بازګل خوله په سيمه کي د ام� �يکايي عسکرو پر کاروان بريد کړى چي له امله يې د امريکايي عسکرو څلور موټره ويجاړ كړي او د ١٢ په شاوخوا کي عسکر يې ووژلي دي، نوموړي وويل امريکايانو له سيمي څخه خپل دوه ويجاړ موټران انتقال کړي او دوه تخريب شوي م وټران تر نن سهار نهه نيمو بجو پوري لا هم د هغوى د مړو شويو عسكرو له غوښو سره پراته وه، ده وويل په يوه بله ورته پېښه كي چي د کنړ ولايت په شړيک دره کي رامنځته شوې، پر امريکايي عسکرو د بريد له امله يې څلور امريكايي س� �تيري وژلي او دوه طالبان ټپيان شوي دي. خو ايتلافي ځواكونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. ",طالبان: په دوو جلا پېښو كي مو ۱۶ امريكايان وژلي دي 5469,," د برتانيې يو لوړ پوړي پوځي چارواکې د لندن د ابزرور له ورځپاڼې سره ويلي، چې د يوې سمې او روښانه ستراتيژي د نه لرلو له امله د دې وېره شته چې د برتانيې ځواکونه په عراق او افغانستان کې له ماتې سره مخ شي. د پوځ پخواني لوى درستيز څرګنده کړې، چې بايد ومنو له لوى ازمون سر مخ يو. دا مهال برتانيه په عراق كي ٧٠٠٠ او په افغانستان کې ٥٠٠٠ پوځيان لري. نوموړي په عراق کې د برتانوي پوځونو په شتون نيو که وکړه او غوښتنه يې وکړه چې ژر تر ژره له دغه هېواد څخه ووزي. ",دا وېره شته چې برتانيه په افغانستان کې ماتې وخوري 5470,," د دوو تنو وسله والو کسانو د شخړې او ډزو له امله نن سهار د کاپيسا په بلبل کلي کې د دوو کورنيو څخه ٤ تنه مړه او ٦ تنه نور ټپيان شوي دي. د کاپيسا د پو� �يسو مشر له بېنوا ويبپاڼي سره د شخړې او ډزو لامل شخصي تربګنۍ اودښمني وبلله. ",په کاپيسا کې ٤ تنه مړه او ٦ تنه ټپيان شوي 5471,," طالب جنګيالي ادعا کوي چې په غزني او زابل کې يې څو تنه امريکايان وژلي دي. طالب وياند ډاکټر حنيف له نامالوم ځاى څخه ويلي چې نن سهار يې د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ د داود خېلو په سيمه کې د کابل - کندهار په لويه لار د امريکايانو يو ټانک له لري څخه د ريموټ کنټرول ماين د چاودنې له امله له منځه وړى دى، چې په کې ټول سپاره امريکايان د نوموړي په وينا وژل شوي دي. همدا� �ان نوموړي ادعا وکړه، چې پرون يې د زابل ولايت د ارغنداب ولسوالۍ د فقير زيو د زيارت په کلي کې د يوه وسله وال ب� �يد په ترڅ کې ٨ تنه امريکايان وژلي او د هغوى يو ټانګ يې له منځه وړى دى. ده منلې چې د بريد پر مهال يو طالب مړ او ٣ تنه نور ټپيان شوي دي. ",طالبان : په غزني او زابل کې امريکايان وژل شوي 5472,," په هلمند ولايت کې د موسی کلا ولسوالي له پرېښودو وروسته، باندني ځواکونه د خوست ولايت له ببرک تاڼې څخه هم پر شا شول. د رپوټونو له مخې، امريکايي پوځيانو، خپل مورچلونه ددغې سرحدي سيمې له قومي مشرانو سره له خبرو اترو وروسته، پرې ايښې دي. د طالبانو وياند ډاکټر حنيف د ټليفون پر کرښه ددې خبر پخلی وکړ او زياته يې کړه چې ددوی ځواکونو هم له دې هوکړې وروسته، ورته ګام اوچت کړی او له ببرک تاڼې څخه پر شا شوي دي. ",د خوست ببرک تاڼه له ځواکونو تشه شوه. 5473,," ", 5474,هدايت الله هدايت," په بشري ټولنه کې ښځه  د يوه منل سوي اصل په توګه په ټولي نړۍ کې د مور په نامه پېژندل سوېده . ټوله نړۍ ښځه د مور په نامه د رحم شفقت او بشري عاطفې دسمبول په حيث پېژني  . ښځه په رشتيا هم د انسانيت د واقعې عاطفې سمبول ده .  په واقعيت کې دا مور ده چې  نه يې  لوريږي   اولاد يې ، دزړه ټوټه يې د و جود غوښه يې  دحق اوناحقه جګړې په ميدان کې خپل ژوند د نا آشنا او آشنا دښمن  په مرميو کې  د� �اسه ورکړي  . يو وختي د لوی هندنامي او پياوړې لور، انديهراګا ندهي د دې هېواد نامتو صدراعظمي په خپل دور کې ويلي وه چې ددې حکومت  به هيڅکله په   هند کې د جګړې خواو نه نيسي او داځکه چې هغې ويلي وه ، څرنګه چې دايوه مور ده او يوه مور دا احساس د  هر چا نه ښه درکولای سي چې په هره جګړه کې دا مور ده چې لومړنۍ م� �مۍ يې  پر زړه واريږي .  هغې ويلي وه چې  په واقعيت کې دا مور ده چې  اولاد يې د جګړې په ميدان کې د مرميو سره مخ دی  او  دا مور ده چې   زړه يې د زخمي کېدو انتظار باسي   .   په ننۍ نړۍ کې چې  زور واکي ټول منل سوي پ� �نسيپونه په لغته وهلي او خپل جګړه ايزه ماشين يې پر بېوزلو هيوادو را مات  کړی  دی، نو  موږ  داسي بې احساسه او ما� �يني ښځي د دولتو او حکومتونو په رأس کې وينو چې د ښځي او مورني احساس نه يې ځانونه  خالي کړي دي .  هغوی ددې هيوادو د خپلو شيطاني ګټو لپاره  د جګړې و اور ته لمن وهي،  پر نورو هيوادور دانګي او په لومړي سر کې د ميندو زړونه سري سومبري کوي ،  و کوچنيو هيوادو ته غاښونه چيچي . د انسانيت او د مورني عواطفو د چوکاټ نه راوزي  او د خپل عظيم جګړه ايزه ماشين طاقت و انسانانو ته ښيې  د مور د عاطفي احساسه څخه ځان جلا ګڼي  او په دې توګه  په نړۍ کې و انسان او انسانيت  ته  د بربريت او ح� �ت  پيغام  خوره وي .   دغه شان  ښځي چون ميندي نه دي،  مورنی احساس نلري  او نه پوهيږي   چې ديوې مور پر زړه باندي څه تيريږي نوچون دغه شاني احساس نلري ،  په  جګړه  کې په رشتيا هم دا مور ده  چې   لومړۍ مرمۍ يې  پر  زړګي  باندي لګيږي  او د زړه ټوټه يې  په نښه کيږي .   لانت دي وي پر داسي هيوادونو  او دهغوی پر مخکښانو باندي  چې د ښځو او نارينه وو انساني عواطف  او  مورنۍ او پلرني انساني احساس يی ،   د جاه طلبۍ په خاطر په وجود کې مري  اود مړ و و پاچاهۍ ته ﻻره پرانيزي !   لانت دي وي پر داسي ډيموکراسۍ چې د بي دو پنځوس طيارو په زور دي  د ميندو زړونه په نښه کوی  اود هغوی د  زخمي زړو د  وينو  په والو دي  په پرديو هيوادو کې،   هغوی  ګويا خپله  ډيموک� �اسي  پلي کوي !!   هـ .  هدايت ۲۲/۱۰/۲۰۰۶ ",د مور د زړګي نښه ! ( دهدايت الله هدايت ليکنه ) 5475,," د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالي کې پرون ماسپښين د دوو قومونو ترمنځ سخته نښته شوې چې په پايله کې يې لسګونه تنه مړه او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي. د هرات والي سيد حسين انوري، په دې پېښو کې د وژل شويو کسانو شمېر ديرش وښود. ويل کيږي چې په دې پېښه کې پخوانی جهادي قوم اندان امان الله او د هغه دوه زامن هم شامل دي. د رپوټونو پر بنسټ، نښته د بارکزيو او نورزيو ترمنځ شوې چې لامل يې خپل منځي تربګنۍ وې. د حالاتو د قابو کولو لپاره پوليس سيمې ته رسېدلي او ائتلافي ځواکونو هم د نښتې سيمه � �اچاپېره کړې ده. ويل کيږي چې څو ورځې وړاندې د ارباب بصير په نامه يو قوماندان د نامالومو کسانو له خوا وژل شوی و چې کورنۍ يې د وژنې پړه پر قوماندان امان الله واچوله. خو امان الله له پرونۍ پېښې وړاندې لا، دا تور رد کړی و. ",د هرات په شينډنډ کې سخته نښته شوې ده. 5476,," د هرات په شينډنډ ولسوالي کې د پرون ورځې له سختې نښتې وروسته، دولتي چارواکي په دې سيمه کې د حالاتو د کنټرول په لټه کې دي. ولسمشر حامد کرزي، ددې پېښې د څېړ� �و او د حالاتو د ارامولو لپاره، هرات ولايت ته يو ځانګړی پلاوی استولی دی. په دې پلاوي کې نور الله عماد، محمد عارف نورزی او يوسف پښتون شامل دي. ددې ترڅنګ ولسمشر کرزي نن د اختر د لمانځه له اداينې وروسته د هرات له خلکو څخه وغوښتل چې دې پېښې ته د يوې بدبختۍ په سترګه وګوري او د هغه د پراخېدو د مخنيوي په لټه کې دې شي. دا نښته پرون هغه مهال وشوه چې د قوماندان امان الله پر موټر د ارباب بصير د وګړو او زامنو له خوا راکټي بريد وشو. ويل کيږي چې په نښته کې سربېره پر قوماندان امان الله او دوه زامن يې، د ارباب بصير دوه زامنو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ",دولت شينډنډ ته يو پلاوی استولی دی. 5477,," د اسرائيلو د دفاع وزير امير پيريټز د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی چې د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد دې وځپي. نوموړي ويلي چې نړېواله ټولنه بايد احمدي نژاد د ايران له ولسمشرۍ څخه ګوښه او د هغه پر ځای بل څوک وټاکي. اسرائيل وروسته له هغه دا غږ پورته کړی چې ايران د اټومي پروګرام د درېدو په اړه، پر خپل پخواني دريځ سخت ټينګار کړی او ويلي يې دي چې هېڅ کله به له خپل مسلم حق څ خه تېر نه شي.ددې ترڅنګ، د اسرائيلو ياد شوي چارواکي ويلي چې په غزې تړانګې کې به د فلسطيني اورپکو پر ضد هم خپ� �ه تګلاره بدله کړي. پيريټز همدا راز زياته کړې چې که چېرې بيا هم پر دوی د اورپکو بريدونه وشي، نو غزه تراډه به پرته له توپيره، ټوله تر اور لاندې ونيسي. ",اسرائيل: احمدي نژاد دې ګوښه کړای شي. 5478,دناصر ريشا رالېږنه," دناصر ريشا رالېږنه ستاسو همدردي به مو هېره نسي   د ارواښاد ک.اکاډميسين محمد انور نوميالي م ړيني نه يوازي دا چي ددوی تيروني دوستان ولړزول بلکه ټولو با احساسه وطنوالو ته يې هم زورور ټکان ورکړ. د خدای بخښلي استاد پر مرګ  دهيوادوالو وير، همدردۍ او همکارۍ ونړۍ ته يواربيا وښووله، چي افغان ولس نن هم د پخوا په څېر پر علم وطن اوپښتو مين دئ. موږ د اروښاد استاد دکورنۍ غړي ستاسو ټولو قدردانو وطندارانو د غمشريکۍ  څخه، چي زموږ سره مو په دغه حساس حالت کي وکړې د زړه  له اخلاصه ستايو او مننه مو ادا کوو. په بدل کی د قادر تښتن (ج) څخه دغه التجاه کوو، چي دغه غم ځپلی ملت د همداغسي نومياليو په ټوليو ونازوي  چي (يوه ورځ)  موږ دظلمت او بدبختيو له دې  ژور څاه څخه دعلم او بصېرت  په طلايي ځينه  راووزو.  (آمين)  دخدای بخښلي نوميالي دکورنۍ دغړو لخوا ",دخدای بخښلي نوميالي دکورنۍ دغړو لخوا 5479,," دنوروولايتونوغوندي نن په کندهارکي هم دکوچني اخترنيکمرغه ورځ په خورامذهبي اوکلتوري ولولوسره ولمانځل سوه . دهرکله په شان نن سهارپه ز� �ګونوکندهاري وروڼه دکندهارپه نوې عيدګاه کي راټول سوي اودلوى څښتن (ج) الهي فريضه چي دوه رکعته واجب لمونځ � �اداء اودپاک الله په دربارکي يې په هيوادکي داوږدې سولي لپاره لاسونه لپه کړه . دنوموړومراسموپه پيل کي چي دکندهارټولوچارواکوهم ګډون پکښي کړى ؤد علماؤشورارئيس مولوي غلام محمد( غريب) دکوچني اختردفضلت اودروژې دنيکمرغوورځودعباداتوپه اړه خبري وکړي اوورسره سم يې وويل چي ((موږټول مسلمانان بايدله دغسي ورځوڅخه ډيره ګټه واخلواوله يوه اوبل سره دکينې اونفرت پرځاى مينه په زړونوکي وکروځکه  په دې کي زموږدټولومسلمانانوډيره ګټه نغښتې ده .)) بيا مولوي سيدامام متولي دموضوع په اړه خبري وکړي اوزياته کړه : (( له دغسي ورځوڅخه مسلمانان بايد سبق واخلي اوټولورواکارونوته په يوه خوله اويوزړه ملاوتړي اودنوروپردۍ خبري ونه مني .)) ورپسې دکندهارداطلاعاتواوکلتوررئيس عبدالمجيد((بابي )) دملت دباباپيغام حاضرينوته واوراوه چي په پيغام کي هم ټول افغانانوته دکوچني اخترمبارکي ويل سوې اوټول هيوادوال په هيوادکي ديوه خوندي امنيت دراوستلوپه لارکي له دو� �ت سره همکارۍ کولوته هڅول سوي وو. دنوموړومراسموپه ورستۍ برخه کي دکندهاروالي اسدالله (( خالد)) دولسمش� �دپيغام له لوستلوڅخه ورسته دخپلوخبروپه ترڅ کي په کندهارکي ورستيوحالاتوته په اشارې سره پرکندها� �يانوباندي ږغ وکړى چي :خوابدي وروڼه له جنګ څخه دسولي اوبيارغاوني پرلورراوبلي ترڅوله دې لاري په ټوله سيمه کي دامن فضاءوغوړيږي، همدارنګه ده دبهرنيوځواکونوشتون ددې ولس په گټه وبلى اووويل چي بهرني ځواکونه زموږ هيوادته دسولي دټينګښت لپاره راغلي دي کله چي دلته سوله لکه څنګه چي په کارده په هغه ډول راسي نودوى به بيرته خپلو،خپلوهيوادونوته ستنيږي . يادسوي مراسم په ټول هيوادکي داوږدې سولي اودريښتني سوکاله فضاءدغوړيدوپه هيله پاى ته ورسېدل. . دکوچنیو انځورونو د لیدو لپاره پرهغه  انځور کلیک وکړئ   ",د اخترنيکمرغه ورځ په کندهارکي ولمانځل سوه 5480,احمد فؤاد لامع _ کابل," دغه څاڅکي د باران ديچې پر ځمکه راوريږيکه قطره قطره ده اوښکهچې له ورېځو راڅڅيږي نه، د ځمکې ووړ بچيان ديخپلې مور ته راستنيږيچې په مينه مينه داسېپر سينه يې ورلګيږي يا د سولې يو لښکر دید اورونو کربلا تهپر کبابو زړونو اوريمجنون مړ کړي وليلا ته هر نغمه يې ت� �انه دهد خوږمنو زړو غوږو تههر يو ضرب يې يو مقام دید سېتار نري تارو ته دا سينه د ورېځو چويد دنيا له هر بېدادهکه د څاڅکو له هجرانهپه غوغا ښکلې بريښنا ده زړه راپاڅه په نڅا شود دې شنه باران هر ساز تهکله زير شو کله بم شوکله وخاندو غماز ته د شنو پاڼو، شنو ګلبوټوشينکي باغ په شان، بې باکهپه باران څڼې لمدې کړووينه وزبېښو له تاکه خپلې لپې به کړو ډکېله دې سپينو مرغلرويو تر بله به يې ځار کړوپه خوږو خوږو خبرو د يوې شيبې لپارهغم به هېر ددې دنيا کړوزه، باران او ته درې واړهپر واټو ګډه نڅا کړو که خندا که يې ژړا دهلوړ اسمان به پرې خبر ويکه د سرې ځمکې دوا دهددې غرو به پرې نظر وي مونږ ته بس د مينې شور دیچې مو زړونه سودايي کړيپر وجود مو را ورېږيرانه لېري جدايي کړي                               &nbs; p;            فؤاد لامع- لمر ټلويزيون ",باران 5481,," ", 5482,," ", 5483,پروفيسر کابلي والا - هندوستان," پ� �وفيسر کابلي والا - هندوستان - د ۲۰۰۶ كال داكتوبر ۲۶ امريكا : خندنۍ موسكا ، خونړۍ امسا؟ پرله پسې > لمړۍ برخه ،  دوهمه برخه ، د� �ېيمه برخه ، څلورمه برخه ، پنځمه برخه ، شپږمه برخه ، اوومه برخه ، اتمه برخه ، نهمه برخه ،  پ� �پنجوايي دپرونيوبمباريودقربانيانوياد دې تل پاتې وي ...   ================================ _  خان بهادرشيطان دى ... _ سړك ترولسوالۍ پورې ونه رسيد ... _ ښوونځي وتړل شول ... _ ديرغلګرو پوځيانو له تابوتونو دچرسو بوى ... ============================== دهندد نه زور زياتي دفلسفې د پيرو مهاتماګاندي دغه خبره دهرچاله پاره دزياتې پاملرنې وړده چې وايي : ((كه سترګه دسترګې په ګناه راوباسو ، يووخت به پر دې نړۍ له ړندوپرته نورڅوك نه وي پاتې... )) ترڅووژنې ، ترڅوورانۍ اوترڅودافغانستان دخلكوبمبارول اوولې ؟ دكوم جرم په ګناه؟ داهغه پوښتنې دي چې اوس دهرساده سړي په ذهن كې بي له ځنډه يولړزونكى او اوچت انګى او انعكاس رامنځ كوي ، دم ګړۍ ان دهغوى له پاره چې  په نړۍ كې يې نن سبادعراق اوافغانستان جګړې دخپل سپو� �تي تمرين په توګه پيل كړې  داپوښتنه ډيره جدي شوې  چې ،  عراق خو هغسې حالت درلود، پرهغه هيواد خو امريكايي يرغلګرپه ډاګه دروښانه ورځې ديرغل په ترڅ كي ورننوتل ، هلته يې دهغه هيواد په مادي اومعنوي  لوټ لاس پورې كړ اودهغه هيواد واك اوځواك يې په خپل لاس كې ونيو. خوددغه چلن پرضد افغانستان اوددغه هيوادخلكوخومرستې ته اړتيادرلوده ، هغوى ولي اوس دهغه څه پرضدشول چې ددوى يوشميردامريكايي يرغلګرودوژونكوالوتكو ترسيوري لاندې دهغوى ورتګ ته اتڼونه كول؟ په رښتياهم دايوه جدي پوښتنه ده ، ديوچاله خوا په تيره بيا چې دامريكايي يرغلګرفكري تمايل  له تاريخ اوله هغه څه چې پرافغانستان باندې راوستل شوي خبرنه وي بايد طرحه شي ، خوزه فكركوم چې ددوى له پاره په دغه برخه كې ترهرڅه دمخه هغه څه يوازنۍ ځواب اودليل كيداى شي چې دهرې ورځې په ترڅ كي دنړۍ له خبري رسنيوڅخه هلته اودلته خپريږي . كه چيرې موږ دغه رښتياوې چې لويديزې خبري رسنۍ يې په هرهدف خپروي په ځيرسره وګورو اويايي ولولو ،هغه دافغانستان په اړه دغه له هرچاسره رامنځ شوې پوښتنې  په ډيرې آسانۍ سره ځوابولاى شي. دبيلګي په توګه امريكا خو نوره په افغانستان اوسيمه كې دخپ� �وجناياتومعراج ته رسيدلي ، داسې چې نورنه شي كولاى خپل جنايات په دغه هيواد كې له انساني اوبشري پلوه پټ كړاى شي ، شرميدلي بريتانيا دويم ځواك دى چې اوس يې په افغانستان كې دنولسمې پيړۍ يرغليزه تګلاره چې دافغانانو له پاره له مسخرو پرته بل څه نه شي انګيرل كيداى  راپيل كړې ده اودادې اوس يې دپونډونو (خرجينې) او د(خان بهادر) شرموونكي القاب اووياړونه له ځان  سره رانيولي اوپه هغو باندې درټل � �ويو اوپلورل شويو څيرو په سيوري پسې شپه اوورځ يوې اوبلې خوا ته منډې رامنډې وهي ، چې دلته يې دوې مستندې بيلګي ستاسوخوږو لوستونكوسره ( كه چيرې ددغو كرښودلوستلو زغم لرئ ) شريكوم .چې دحيرانۍ وړفكراوسوچ سړي هم حيرانوي اوهم يې انديښمنوي.  تيره اوونې (دوشنبه كه سې شنبه اكتوبر۲۵ - ۲۰۰۶ ) په كابل  كې انګريزسفيرپه خورا وياړ له ميلونوډالروسره دهيلمند دسرلوړي ولايت په لور وخوځيد،د انګريزي جاسوسي شبكې ديوه غړي په وينا سفير غوښتل چې دغه ډالرهيلمند ته دخپلو يرغلګرو پوځونو دساتنې په خاطرهلته پرهغوى چې دوى يې  دوژنو په نيت تردغه ځايه راغزيدلي دي وويشي ، هسې چې وايي خداى دحقي لارې مل دى ، كله چې الوتكه په ځغاست كرښه (رن وي ) باندې كيناسته ، له ناستي سره سم دهغې هغه وزر چې په پلاستيكي كڅوړوكي ځاى پرځاى شوي ډالرهم نژدې ورته ايښودل شوي وو اور واخيست سفيراونورپه بيړه له الوتكې څخه وايستل شول ، هلته دهوايي ډګرپه څنډه كې ودريد ل اودهغوډالرودلمبو ننداره يې كوله چې ده غوښتل هغه خپل (ځا� �) ته ورسوي اوونه رسيدل... ( له موبي كاپيتال خبري شبكې څخه په مننې چې دغه خبريي دنړۍ په وړاندې په خپل وخت سره خپوركړ.) دويمه بيلګه يې لكه چې ماياده كړه د (خان بهادرانو) غوره كول دي چې اوس يې ديوشميرله پا� �ه په رسمي توګه مټې رانغښتې ، وګورئ معلوم الحال، شوروي پلوى وطن پلورى ، هغه چې يووخت يې دشوروي پلوي ګوډاګۍ واكمنۍ اودهغه دمشر (۱۳۶۶)  دلرې كيدو په خاطريې دكابل په څلور لاروكې هغه ته دوفادار هيواد پلورنكي په توګه دملت دارادې خلاف ستونى شكاوه ، هغه يې په خپله غيږ كې داسې ونيو ، داسې يې وروزه چې نن يې هغه پرهغه ملت چې قى كړى يي و، وروتاپه اوترهغه ځايه يې ورساوه لكه چې همدا نيمه پيړۍ مخكې به ښكيلاكګروانګ� �يزانوپه هندوستان كې خپل دغه شان مزدوران د(خان بهادرئ ) ترپولې پورې رسول ، داهم هغه څوك دى چې د نويمې لسيزې په ترڅ  كې په كابل كې ددرواغجنو،شيطاني اوشراچوونكو تحليلونو له امله په هيوادپا� �وكړيوكې  په(تنين) يعني دښاماراودښامار دبچي په نامه ياد شو.اوس وګورئ هغه د (مزدور مزدور ته هركلى وايي ) دپاملرنې په ترڅ كې ديوه انګريزخان بهادر په توګه (نه دافغان استازي ) چيرې روان دى؟ ديوه تاريخي بهيرله مخې ووايئ چې ښاغلي كرزي په دغه غيرملي عمل سره هغه تاريخي شرم يوځل بياديوه ګوډاګي واكمن په توګه راژوندى نه كړلكه چې بيواكه اميرعبدالرحمان له انګريزانو څخه هيله وكړه چې كه افغانستان ته خپل جاسوسان داستازو په نامه را استوئ ، هغه بايد چې مسلمان وي ... كرزي سر (صاحب) ځان په دغه عمل سره په داسې   پوله و دراوه چې تراميرعبدالرحمان خان هم يوګام مخكي شو، په دې مانا چې ده انګريزته داډاډ وركړ چې كه مسلمان هم نه وي خيرداډول افغان دي وي ځكه چې اوس په مسلمانانو كې هم دومره بې ايمانه څوك لكه دغه نوي ډول خان بهادران  ډيرلږ پيداكيږي ... هغه يې ومانه اوپه خپل سريې كيناوه... افغان ميړنيه ملته !   دخداى له پاره، دانساني كرامت په نامه ، راځئ ديوې شيبې له پاره فكروكړئ چې دغه يرغلګرخارجي پوځونه اوملاماتي ياران يې په افغانستان كې په څه بې شرمئ اوسرټيټۍ سره ستادپرتم  په وړاندې عمل كوي اوستادهربچي دژوندي احساس دوژلو په خاطر له څه ناروا وسيلو څخه كار اخلي لكه انګريزسفير ، خوكله چې خبره نړۍ ته شي ، هلته بياپه سپين ست� �ګۍ سره وايي : موږ په افغانستان كې جنګيږو اوهلته دتش په نامه تروريزم جرړي له منځه وړو ... داشول دوى اودايي هم دوه مخى غيرانساني چال چلند... لنډه داچې اوس كه په كابل كې له واكمنو ددغه بهيرپه اړه دحال پوښتنه كوې نوخبره په دغه ټكي ختموي چې  : داحال دى اوداهم احوال ... مانا داچې له پاسه تركښته تردې زيات په نورڅه دوى هم پوهيږي. برسيره پردې په دغه مياشت كې پرافغانستان باندې دامريكاديرغل له شرمه � �كه پنځمه كاليزه هم  پوره شوه امريكايي يرغلګرواودهغو كورنيواوبهرنيويارانو هغه ټول څه چې ددغه هيواد له پاره ژمنه كړي ووله ياده وايستل ،دوى په هغه پيل كې لويه تيروتنه داوكړه چې دوى ته دواك ترلاسه كولو په خاطر له نامنلو اوڅرګندو ورانكارو اوسړي وژونكو پرته نورڅوك په لاس ورنه غلل اويايې ونه غوښتل  چې لږترلږه خويې دافغاني ټولنې له جوړښت سره سم ددغه هيواد دمشرۍ له پاره په م� �ي ارزښتونو برابرڅوك  په ګوته كړي واى،  همداده چې اوس يې دطالبانو دلرې پريښودودتيروتنې ډنډرې پيل كړې . دوى داكارونه كړ اوخپل هغه نامنلى غورچاڼ يې پردغه هيواد وتاپه چې هغه په خپله دكيږو تيږو ديوال و، هرڅه چې په مخه ورغلل اوياورځي اوڅه يې چې په تيروپنځوكالوكې ترسره كړل هغه يې ټول خپل څه وو ، دوى هغه څه ته غوږ ونه نيو هغه چې ملت ته څرګند وواويايې اراده وه ، په رښتياوو باندې دست� �ګوپټولو په دغه درنه خوناكامه پنځه كلنه وزلوبه  كې د حالاتو پايله داشوه  چې پروطن به بياديوغميزې توپان را الوزي . لكه چې اوس يې نښې پرهره خوا كې په توپاني توګه راو� �اړيږي اووده كوي ... جالبه خبره خوداوه چې امريكا كله خپل يرغلګرپوځونه پرافغانستان ورننه ايستل ، � �ه هغو سره سم يې دافغانستان او نړۍ په رسنيوكې  داډندورې هم پيل كړې چې موږ به دافغانستان بياجوړونه په داسې چټكتياسره پيل كړو چې: ((  ترپنځوكلوپورې به پوخ سړك ،وړيا مخابرات ، برښنا، ښوونځي اونورترولسواليوپورې خلكوته برابروو اودابه نړۍ ته ښيوچې موږ په رښتياهم پ� �دغه هيواد باندې يرغل نه دى كړ... )) . خوپنځه كاله تيرشول ، اوس موږ په افغانستان كې څه وينو ؟ ښوونځي وتړل شول ، ملي بې اتفاقي په يوه طبعي امر باندې بدله شوه ، ملي پالي  كسان په يوه اوب� �ه پلمه همدا اوس دهيواد په هره خواكې له منځه ځي اووژل كيږي دنشه يي توكونو اندازه له هغه څه چې وه په سلوكې درى سوه لوړه ولاړه ،  ان چې دادى اوس يرغلګر پوځونه خپله په هغو باندې داسې روږي شول چې له تابوتونويې هم دنشه يي توكونه بوى پورته كيږي.  امريكا خپل واك په بمباريواودبي ګناه خلكو په كورونو نړولو باندې درولى دى ، انګريزخو مې مثال درته ووې چې په كومو پروژو باندې بوخت دى ، كانا� �ايې واكمنان دې ته خوشاله دي چې پوځيان يې دامريكا دهدفو قرباني شول  اوس په پنجوايي كې په چرس څكلواوبنګ خوړلو نوي روږدي شوي چې نه پوهيږي پاى به يي څه وي ؟ داټولي خبرې دامريكا په وياړونو كې راځي ځكه يې پرافغانستان باندې  يرغل سږ كال  دخپل هيواد په م طبوعاتوكي لكه دوه كاله پخوا په پرتم سره ونه ځلاوه ،  بلكې يوازنى وياړيې په خپلو پوځې بې شرميواوپه هغو لاسپوڅوهڅولكه په كابل كې امريكايي بريا فاسده ، خاينه اونامنلې ادارې باندې وښود،  هغه اداره اودهغې مشر چې ان پاكستاني لاس پوڅي اومكارجنرال هم پرې وخندل اوهغه يې دملت اداره نه بلكي( يوه ځاني اداره) وبلله ، داسې چې ګواكي نه دملت په فكر كې ده اونه هم دافغانستان دامن اوسوكالى په لور ددغه هيواد دمظلوم اومسلمان ولس په وړاندې له جګړې اووژنو پرته بله لاره وينې اونه يې ترلاس لاندې نيسي په داسې حال كې چې كه خارجيان موږ پريږدي اوخپل دغه جنايات چې په هيواد كې يې دننه ترسره كوي په انساني مرستو باندې دزړه له كومي واړوي اوددرغليولړۍ هم له خپلې خوا اوهم دګاونډيو په تيره بيا ايران اوپاكستان له خوا پاى ته و� �سوي ، په افغانستان كې ديوه ملي تفاهم اوملي  فكرپه رڼاكې دسولې اونه زورزياتي ملي تګ� �اره دپرديوتروژنو هم آسانه اوهم ددغه ملت اوسيمې له پاره ترټولوښه ، انساني اويوازنۍ خوندي تګلاره ده چې دافغانستان له پاره دملي امن  زيرى له ځان سره لري.     ",امريکا : خندنۍ موسکا،خونړۍ امسا!؟ (اتمه برخه) 5484,," ", 5485,صدیق ځاځۍ سویس," صدیق ځاځۍ سویس انسانانو ته دیو بل سره د فکر څر ګندونی ژوندي ساتل بی له ژبی کیدای شی چی ممکن نه وای. بل څرنګه چی راز راز خلک او قامونه په نړۍ کی اوسیږې په همدی ډول د راز راز ژبو په مرسته کولای شو دمختلفو خلکو او قامونو توپیر وکړو. دنړۍ په ډیرو هیوادونو کی په ډیره توجه سره د ژبی څخه استفاده او محتاطه څارنه د دولت لپاره نه یواځی په مجموعی توګه، بلکی د پوهنی او روزنی په ډګر کی یوه د مسوولیت نه ډکه او نه بیلیدونکی وظیفه بلل کیږی. زموږ په هیواد کی د پښتو ژبی سره بر عکس عمل کیږی، د کابل په دولتی ادارو کی د پښتو کارول څه، چی حتی په پښتو لیکل شوی عریضه هم چارواکې نه منی، ولی چی څوک ورباندی نه پوهیږی. بل دا چی د افغانستان دولت د پښتو ژبی څارنه خو یو ځل نه کوی، چی کومی دولتی لوحی چی په پښتو لیکل شوی وی د هغو د له منخه وړلو مخنیوی هم نشی کولای. د پوهنی او روزنی په ډګر کی هم د افغانستان دولت خپل مسوولیت ته غاړه نده یښی، په میلیاردونو ډالر خیراتونه یی د همدغه بی وزله خلکو په نوم واخیستی خو د پښتنو لپاره چاپه کابل کی یو ښوونځۍ یا پوهنتون جوړ نه کړ.  په اوسنۍ نړۍ کی چی انځو� �ونو او سمبولونو د ژبی کارول یو څه په شا تمبوولی او هم ځینی نور عوامل چی د ژبی د کمزورتیا وړ ګرځیدلې، نو ض� �وری ده چی د ژبی پالنی ته په جدی توګه پاملرنه وشی. په منځنۍ آسیا کی د پښتنو شمیر تر ټولو ډیر ښکارې، په ځای د دی چی پښتو د یو خاص اهمیت لرونکی وای، هغه دنورو ژبو تر منفی اغیزو لاندی راغله، چی د پردیو ژبو کارول ځینو روښان انده پښتنو ته ډیر ښه او عصری ښکاری، لکه دفارسی ‌ژبی کارول. دغسی په پردیو وییو (لغتونو) دفکر څرګندول ښایی پښتو ژبی ته ډیر لوی او کلک تاوان ورسوی او حتی کیدای شی چی د پښتو ژبی د مړه کیدو سبب وګ� �ځی. دا نا حقه نده چی پښتانه په تکرار سره د خپلی مورنۍ ژبی حق وغواړې او دپښتو ژبی د ودی لپاره بلخصوص په کابل کی د پښتنو لپاره د ښوونځیو او د پوهنتون جوړولو وړاندیزونه وکړې. دا د هر پښتون مسوولیت دی چی خپلی ژبی ته په فعاله توګه خدمت وکړي. ", ژبه د نړۍ د وګړو یوه لوړه کلتوری لاسته راوړنه ده 5486,"عادل اڅکزئ","  ملګرو ځو به وړاندي ځان به شاته نه پرېږدو د  نن کار به په ګډه و سبا ته  نه پرېږدو  پريکړي  به د خپل راتلونکي و کاندو  پخپله اختيار  د ژوندانۀ به و  بل  چاته نه  پرېږدو  ٢٠٠٤  م کال، چمن ",څلوريځه 5487,عبدالله احسان,"  30-10-2006 د هالنډ څخه خپرېدونکې بي اين اير راډيو تېره اوونۍ د ۲۰۰۶ کال د اکتوبر پر۲۲مه نېټه د شپې پر دوې بجې له پاکستان څخه دخپلي يوې خبريالي سوزانه کاستر سره د هغه څه په اړه خبري کولې کوم چي ميرمن کاستر خپل د سترګو ليدلی حال وباله . له دې ځايه يې واورﺉ . په هالنډي ژبه پوره م� �که ",طالبان د نورو ښارونو تر څنګ په کويټه کي هم مرکزونه لري 5488,," طالب ویاند ډاکتر محمدحنیف  له نام علوم ځای څخه بېنوا ته وویل چي د کندهار په پنجوایی کښي يی پلویانو ته کوم ځاني تاوان نه دی ور اوښتي  ، تر دې وړاندي په افغانستان کي دسوله ساتي ځواک په یوه خبر پاڼه کي راغلي ول چي ۲۳ تنه طالبان يئ د کندهار په پنجوایی کي په یو هوایی برید کي وژلي دی . طالب ویاند ادعا کوي چي په سیمه کي ئې یو طالب هم نه و او ټول بې ګناه ولسي وکړي وژل شوي د ي  ، هغه  په افغان دولت او بهرنیو ځواکو تور ولګاوه  . چي د بې ګناه ولسي خ� �ګو د وژولو وروسته د ولس د قهر او غوسې په راکمولو کښي تل همدا د طالب د نوم  ورکولو ناکامه هڅه کوي پنجوایی دکندهار هغه سیمه ده چي څو اوونۍ مخکي د دواړو غاړو د تودې جګړي شاهده وه  چي په ترڅ کښي ئې په سلګونو بې ګناه ولسي وګړو خپل ژوند دلاسه ورکړ ",طالبان په پنجوایی کي خپله مرګ ژوبله نه مني 5489,,"  اناالله وانااليه راجعون  ف� �انکفورت کی دشهيدجنرال نصرت الله شیریندل دفاتحې خبرتيا اسد الله شیردل ورور ، عصمت الله شیریندل زوی . محمد داود شېنوارۍ ( عظیمی ) ، محمد نادر میا خیل , محمد طا هر میا خیل خور ه یان، عبدلمجید قیوم زوم , عنایت الله شیریندل وراره. بی بی حاجی ساقیه عظیمی (ما ګله) , حمیرا میا خیل (ما جانه) او مریم شیریندل خویندی . پلوشه قیوم لور ، زرغونه میا خیل خورځه ، حبیبه میاخیل وریره. دشهيدجنرال نصرت الله شی� �یندل د مړينې له کبله چې جنازه داو کتوبر دمیاشتی په ١٧ نیټه دکندهار د حضرت جې بابا په هدیره کی خاورو ته سپا� �ل شوې دوستانو ته خبر ورکول کيږي چي دښځو او نارينه و فاتحه دیکشنبې په ورځ د اکتوبر پرنهه ویشتمه د فرانکفورت د انصاروپه جماعت کې اخستل کيږي .  نېټه : د یکشنبې ورځ د۲۰۰۶ کال د اکتوبر د مياشتي نهه ویشتمه نیټه 2006 Oktober . 29  وخت : دماسپښين له دریو تر پنځو بجو پوري Uhr 17:00 -15:00 معلومات : +49(0)69 - 771952 +49 (0)171- 3119593 +49(0)163- 3825264 پته :  Afghanische Kulturzentrum Said Jamalludin Afgahni (Ansar Moschee) Wächtersbacher Straße 95 60386 Frankfurt am Main(Riederwald) ",فرانکفورت کی دنصرت الله شیریندل دفاتحې خبرتيا 5490,نجيب احمدزی,"  دارواښاد اسحاق ننګيال دزوکړي پنځوسمه کليزه - بروکسل ( بلجيم ) په اروپا کې د افغاني ک� �توري ټولنو د ګډې جرګې په استازيتوب  په بلجيم کې د افغانانو کلتوري ټولنه ، د هېواد د نوميالي شاعر ارواښاد اسحاق ننګيال پنځوسمه کليزه د روان کال د نومبر پر دوولسمه نېټه د بروکسل په ښار کې لمانځي . په بلجيم کي دافغانانوکلتوري ټولنه په بلجيم او شاوخوا هيوادونو کي له مېشتو هيوادوالواو د ارواښاد اسحاق ننګيال مينه والو ته په دې غونډه کي د ګډون بلنه ورکوي .  دغونډي پيل : يکشنبه دنومبر دوولسمه نېټه  -  دماپښين له يوې نيمي دشپې ترلسو بجو  علمي برخه : دنوميالي شاعر ارواښادننګيال د پنځوسمي کليزي په علمي غونډه کي ددغو پوهانو اوليکوالو مقالې او ويناوي په پام کي نيول سوي دي : ·        ښاغلی اکبر کرګر ·        ښاغلی صبورالله سياسنګ ·        ښاغلی صديق کاوون ·        ښاغلی نظيف الله تکل ·        ښاغلی افضل ټکور ·        ښاغلی زرين انځو� �   مشاعره : بېلابېل شاعران په پای کي جشني برخه په پام کي نيول سوې ده چي ټنګ ټکور او ملي اتڼونه به يې ښکلې کړي .   دمعلوماتو له پاره پر دې نمرو زنګ ووهی : 0032475384440 0032473966110 0032486848545 0032484958929 0032497101683  ",بلجيم : دارواښاد اِسحاق ننګيال پنځوسمه کليزه 5491,," ", 5492,نعمان دوست," د شاه شجاع په ارمان  له شاو خوا درې لسيزو را وروسته  پر افغانستان  سيده او ناسيده توګه پرديان حاکم دي . د دغو پرديو په حاکميت کې د هېواد اصيل بچيان چې عام وګړي جوړوي ، د تورې تر سيوري لاندې ژوند کوي .  د خپلې او سالمۍ رهبرۍ  د نه شتون له کبله ، هېواد په يوه � �وبغالي بدل شوى او هر څوک  په کې خپل نظامي او نور د زړه د خوښې تمرينونه کوي . د طالبانو د واکمنۍ پر م هال د نړۍ د ګوټ – ګوټ اورپکو ته  افغانستان يو خوندي چاپيريال واو په ډاډه زړه يې دلته نظامي زده کړې او تطبي� �ات کول .  که څه هم دغه بهرنيان په واک کې د پاتې جهادي مشرانو ( رباني او سياف ) پخواني ملاتړي وو او هغوى ورسره حتى د ښځو ګاڼې شريکې کړې وې ، خو چې پله بلخوا درنه شوه نو ياد شويو رهبرانو ورسره حرام نمکي وکړه .  په هرصورت د طالبانو دامارت له نسکورېدو وروسته  د ناټو تر چتر لاندې د ٣٦ هېوادونو او  د امريکا تر مشرۍ � �اندې د ايتلاف په چوکاټ کې  د ٢٣ هېوادونه سرتيري هېواد ته د ترهګرو د ځپلو په نيت را ننوتل .  د غو سرتېرو هم له همغو لومړيو کلونو خپله نښه پخول پيل کړي او د ډېرو عامو وګړو سينې يې غلبېل کړې  او غلبېلوي يې .  توپير يواځې په دې کې دى چې د طالبانو د وخت بهرنيانو له وژلو وروسته بښنه نه غوښته ، خو اوسني بهرنيان د بښنې غوښتنې په نوم خپلو وژنو ته د روا والي نوم ورکوي .  يو له دغو ولايتونو څخه  چې تر نورو ډېر د نښې وي� �تلو د زده کولو په مرکز بدل شوى دى ، د وياړونو ډک کندهار دى .  له دغه ولايت څخه  چې يو وخت پر ايران ،� �هلي  او ... د افغاني مشرانو واکونه  چلېدل نن په کې د پرديو په لاس هماغه غښتلى نسل وژل کېږي .  د وږي  په يولسمه دغلته ناټو وږى  زر سرى ښامار خوشې کړ او په وينو څښلو يې پيل وکړ .   دغه زر سري ښا مار  ( د يوه پوځي عمليات نوم ) د طالب او ترهګر په نوم د ډېرو عامو کسانو په وينو خېټه وپړسوله .  خو بياهم  ناټو د دغه ولس په وژلو زړه تش نه شو او درې ورځې وړاندې يې  دد غه ولايت د پنجوايي ولسوالۍسل ګونو کورنۍ د اختر په خوشاليو کې هم د وير په ټغر کېنولې . دغلته اوس هم  د اختر د مبارکيو پرځاى زګيروي اورېدل کېږي او د ماشومانو � �اسونه د نکريزو پر ځاى په وينو سره دي . که څه هم ددغې ولسوالۍ يوه تن وويل چې ددغه بمبار له امله يې  د کو� �نۍ ١٦ مړي يې مخ کې پراته دي  خو ،  ناټو دغه وژنه هم خپله لاس ته راوړنه وبلله او په وياړ يې وويل چې په لسګونو طالبان يې ووژل .  ناټو ته  چې شايد په راتلونکي کې  به  سترو نظامي عملياتو ته چمتوالى نيسي ، افغانستان د تمرين لپاره مناسب ځاى دى .  په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د تمرين خبره  له ګېډې نه کوم  ، وګورئ  د اختر په دوهم  ماښام  دکونړ د پيچ درې په متين کلي کې د آيساف ځواکونو د هاوان يوه مرمۍ په يوه کور را ولوېده، درې تنکي ماشومان يې ووژل او د همغې کورنۍ دوه نور غړي يې ټپيان کړل .  کورنيو امنيتي ځواکونو او خپله ايساف هم  ومنله چې دغه مرمۍ سهوا د پوځي تمريناتو پر مهال په کور  را پرېوتې ده .  نورې بيلګې هم شته خو د ټولو يادونه تکرار دى .  دغه شان پوځي تمرينات به تر ډېره جاري وي او تر ډېره به  په  سهوي توګه (!) عام وګړي وژل کېږي .  د دې دليل روښانه دى  او هغه دا  چې زموږ هېواد يو ځل بيا د خوا خوږي او خپلواک مشر له سيوري بې برخې دى .  که څه هم د انتخاباتو په نوم  حامد کرزي د دغه هېواد واګې په لاس کې واخيستې خو خبره دهغه له وسه پو� �ته ښکاري .   و ګورئ ! په دغه موده کې چې کرزي ترې خبر شوى په لسګونو ځلې عام وګړي وژل شوي او کورونه يې ړنګ شوي دي خو هغه يواځې د خواشينۍ دپيغام په خپرولو خبره ټپ کړې ده .  کله  خو پيغام هم ځنډيږي او داسې برېښي چې د پيغام په ليکلو کې هم له چا؟ اجازه اخيستل اړين  ښکاري .  وايي چې يو وخت  ښاغلى شاه شجاع  (  ښاغلى مې ورته ځکه وويل چې د نورو واکمنانو کړنو هغه ته  د ښاغلي لقب ورکړى دى )  د کابل په بالا حصار کې له انګريزانو س� �ه ناست و .  تر بالاحصار لاندې سهار وختي څو کسان له خرو سره  روان وو ، يوه انګريز شاه شجاع ته وويل :  دغه کسان څوک دي او څه کوي چې  دومره وختي له خرو سره روان دي ؟؟  شاه شجاع  ځواب ورکړ : دا هغه بېوزلي خلک دي چې له کنارابونو فضله مواد را باسي ،  پلوري يې او د خپلې کورنۍ خرڅ پيداکوي  ، خو تاسې دغه بېوزلي هم ارام  ته نه پرېږدئ او ير غل مو پرې کړى دى .  خو نن چې نه يواځې انګريز ، بلکې په زرګونو نورو کاپرانو  زموږ د بېوزله ولس وژلو پسې راخيستې ده ، هېڅو ک نه شته چې  د شاه شجاع  خبره بيا تکرار کړي .  يواځې ، بهرنيان نه ، بلکې په دې ولس خپلو کسانو هم هيله  ونه کړه او نه يې کوي .  که له يوې خوا بهرنيان د ترهګرو په نوم عام وګړي وژني ، نو له بلې خوا طالب جنګيالي هم  په  بېلابېلو پلمو د خداى ج د تخليق شهکار ( انسان ) وژني او دغو وژنو ته د جهاد ، مقدس نوم ورکوي .  په هر صورت د غه د ترهګرو  پر وړاندې اوسنۍ بې احتياطه مبارزه  او مقابل لورى  جهاد  هغه دوه ژامې دي چې په عامو هډونو هم شخوند وهي .  لوى خداى (ج)  دې  په دغه ولس چې وينې يې پردي بڼونه خړوبوي ، ورحمېږي او په خپل قدرت دى د مرګ زيږونکو ټوپکو شپيلى ګونګې کړي . (  آمين )                                                                          کابل ، د لړم څلورمه                                                                                                              دوست ",دشاشجاع په ارمان 5493,," د کندهار د ولايت د پنجوائی ولسوالي د خونړيزي پيښي په اړوند د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواخوږي پيغام  په ډيري خواشيني سره مو خبر واخيست چي د کندهار ولايت د پنجوائی ولسوالي د زنګاوات په کلي باندي د ناټو د پوځي قواؤ د هوائي بريد له امله څه د پاسه د لسو کسانو شهادت او په لس ګونو ملکي ولسي خلک چي په هغه کي ښځي او کوچنيان هم شامل دي ټپيان سوي، کورونه ويجاړ او د ولس شتمني ته زيان رسيدلي دي. د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه پداسي حال کي چي دغه پيښه په کلکه غندي، د شهيدانو کورنيو او ټپيانو ته خپل د خواخوږي مراتب وړاندي کوي. شهيدانو ته جنت الفردوس او ټپيانو ته روغتيا د لوي څښتن تعالی د دربار څخه غواړي او د افغانستان د اسلامي دولت د مشر تابه څخه غوښتنه کوي تر څو چي د ناټو او بهرنيو پوځونو د دغسي خونړيزو پيښو څخه مخنيوي وکړي او نور زموږ ځوريدلي او ړبړيدلي ولس يووار بيا خپل د عزيزانو په وير کي کښي نه نوي.  د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه ",د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواخوږي پيغام 5494,," د ارزګان مر کز ترينکوټ ښار ته نږدې نن سهار وختي د لارې په اوږدو کې د يو خښ شوي ماين د چاودنې له امله د يو مسافر وړونکي موټر ١٤ تنه سپرلى وژل شوې او ٣ تنه نور ټپيان شوي دي . ارزګان کې امنيتي چارواکو د پيښي پخلۍ وکړ او وايي په دې اړوند يې پلټنې پيل کړي دي .د پيښي ق� �بانيان د چارواکو په وينا ټول ولسي وګړي دي . ",ارزګان کې ١٤ تنه ولسي وکړي وژل شوي دي 5495,," د کندهار د ژړۍ او پنجوايى ولسواليو کې د ناټو د هوايي بريدونو له امله څه باندې ٧٥ تنه ولسي وګړي مړه او يو شمير نور ټپيان شوي دي . افغان ولس مشر حامد کرزي د ولسي وګړو پر مړينه او ژوبله ژور خفګان ښودلى اونن يې يوې خبري ناستې ته وويل چې له ناټو سره په دې هکله خبري کوي . ولسمشر د ملا نقيب الله په مشرى د مخورو يو ٧ کسيز پلاوى ټاکلى دى ترڅو د پيښي په اوړند څيړنه وکړي . کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر هم د ولسي وګړدو پر وژنه خواښيني څرګنده کړې ده .د ناټو سرمنشي هم دا يو ناورين او غميزه وبلله . د ناټو يو ياند په لومړيو کې ويلي وو، چې په بريدونو کې يې ٤٨ جنګيالي وژلي دي مګر اوس مني چې م لکي وګړو ته هم مرګ او زيان اوښتۍ . په سيمه کې عيني شاهدانو بينوا ته وويل چې د ناټو هوايي بريدونه د سه شنبې � �په پيل او د چهار شنبې د شپې تر نيمايي پورې يې دوام درلود . دهغوى په وينا په بريدونو کې د استوګنې يو شمير کو� �ونه وران او ويجاړ شوي دي . ",دناټو په بريدونوکې لسګونه ولسي وګړي وژل شوي 5496,," طالبانود یو اعلامیی په خپرولو سره د ولسمشر کرزي د تیري وریځي د څرګندونو پروړاندي  غبرګون ښولی ، ولسمشر کرزي تیره ورځ  یوې خبري غونډي ته په خپلو خبرو کي وویل  (ملا محمد عمر دې دپردې واک نه ځان خلاص کړي موږ ورسره مذاکراتو ته اماده يو ) طالبانو په اعلامیه کي لیکلي چي ولس په دې ښه پوهیږي چي څوک د پردیو تر سیوري لاندي ژوند کوي  ، همدا رازطالبانو  د بهرنیو ځواکونو په شتون کي هر ډول مذاکرات  ناشوني بللي   ، اووایي  تر هغو به خپل مقاومت ته ادامه ورکوي تر څو بهرنیان په افغانستان کي پاته وی  . دوی افغانستان یو ا� �غال سوی هیواد بولي  او دهغه د اذادولو هوډ کوي  ",طالبانو د دولت سره د هر راز خبرو امکان رد کړ 5497,," دناپيږاندو وسله والو کسانو د يو وسله وال بريد په ترځ کې د فارياب د ولايتي شورا غړى سيد نور محمد اغا ددغه ولايت د شيرين تګاب ولسوالۍ د کوه صياد په کلي کې وژل شوى دى . په بريد کې د نوموړي ساتونکي ټپيان شوي دي . امنيتي چارواکو دوه تنه شکن کسان د پيښي په تور نيولي دي . نوموړى هغه مهال تر بريد لاندې راغلى چې له يوې ميلمستيا څخه د کور په لور وان وو. ",د فارياب د ولايتي شورا يو غړى ووژل شو 5498,ميرويس جلالزى," د دې تړون عمومې منشي يوپ ديهوپ شيفر پرون په سپينه ماڼې كې د امريكا له ولسمشر بوش سره د خبرو پر مهال وويل چي دوي په يوازې په اروپايي هيوادونو كې د امنيت او ديم وكراسې په راوستلو كې كار ونكړې او په دې سربيره به د هر راز سخت ماموريت سره سره د افغانستان په ګډون په هر هغه ځاي كې عمليات وكړې چې دوې پكې سرتيري لري. دواړو مشرانو همدا رنګه په دې هم خبرې وكړې چې طالبان ولې اوس ملكي خلګ د سنګر په توګه كاروې . شيفر ډاډ وركړ چې د دوي ماموريت په افغانستان كې پياوړې پر مخ ځې او طالبان او د هغوي بهرني م لګري نشې كولاي د دوې پر وړاندې مقاومت كړې . ",ناټو: د ۲۱ مې پيړې امنيت به ټينګ كړو 5499,ميرويس جلالزى,"   دا  څرګندونې د ملا دادالله په نام ه يو تن  چې ځان د طالبانو وتلې مشر بولي د جمعې په ورځ خبري رسنيو ته كړې. داد الله ويلي د ناټو ځواكونو په ورسيتو بريدونو كې هيڅ طالب ندې وژل شوې  او ټول بې ګناه كسان وژل شوې دې . د ناټو ځواكونو په ورستيو عملياتو كې د كندهار په پنجوايې او ژيړې ولسواليو كې د عيني شاهدانو په قول څه نا څه ۸۰ تنه ملكې وګړې وژل شوې وو. ملا داد الله ويلي چې طالبان ورځ په ورځ پياوړې كيږې او هر ډول صليبې ځواكونو ته به ماتې وركړې.   ",د افغانو ماشومانو او ښځو غچ به واخلو 5500,ميرويس جلالزى,"   د پاكستان د جماعت علمااس� �ام  مشر مولوې فضل الرحمان پرون وويل د تيري پنجشنبې په ورځ افغان ولسمشر حامد كرزې ورته په ټليفون ويلې چې افغان دولت هم په دې لټه كې ده چې د شمالي وزيرستان په څير يو تړون له مخالفو ياغيانو سره د افغانستان په جنوبې و� �ايتونو كې لاسليك كړې. فضل الرحمان همدا رنګه خبري رسينو ته وويل:چې حامد كرزې له ده مرسته غوښتې تر څو په افغانستان كې د سولې په ټينګښت كې له افغان دولت سره مرسته وكړې. د دې دواړو مشرانو ۱۵ دقيقې په ټليفون سره خبري كړې دې . ويل كيږې د جمعيت علما اسلام ډله د طالبانو يوه له ملاتړو ډلو ده چې د پاكستان په خاوره كې فعاليت كوې او په افغانستان كې د چارواكو په وينا د ډيريو ځانمرګو بريدو تر شا هم لاس لرې. دا له تيرو دوو ونيو راهيسې د افغان ولسمشر او مولوې فضل الرحمان تر منځ دوهمه اړيكه ده چې نيول كيږې. له دې مخكې افغان ولسم شر  د جميعت علما اسلام مشر ته د يو ليك په استولو له هغه غوښتنه كړې وه چې د افغانستان په ثبات كې دې هڅې وكړې. حامد كرزې همدا رنګه د پاكستان د عوامې نشل پالټې  مشر ا سفنديار ولې خان ته هم ورته ليك استولې وو چې په كې د جوړيدونكې قبايلې جرګې په اړه د مرستې غوښتنه شوې وه. ",حامد كرزى: د شمالي وزيرستان په څير تړون غواړو 5501,," د افغانستان د ملي اردو او ايساف ځواکونو د فراه ولايت د فراه رود سيمه کې ٥٥ کيلو ګرامه ترياک له يو موټر څخه د تلاشى پر مهال تر لاسه کړي دي . چارواکو ادعا کړې چې د ترلاسه شوو ترياکو بيه ٥ اعشاريه ٥ ميليون ډالر اټکل شوې او په تور يې د موټر چلوونکى او مسافرين نيول شوي دي چارواکي ادعا کوي ،.ترلاسه شوي ترياک له مينځه وړل شوي دي ",د ٥ ميليون ډالرو په بيه ترياک ترلاسه شوي دي 5502,,"   بینوا ویبپاڼې ته دایساف له لورې په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دغه ځواکونه دملي دفاع وزارت په ملتیا دکندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې داکټوبر په ٢٤ دملکي وگړو دوژنې په اړه پلټنې کوي. دغه ځواکونه وایي دمیدوسا عملیاتو وروسته یې دسپیروان غر په نوم یوه نظامي اډه جوړه کړې وه داکټوبر په ٢٤ یاغیانو په دغې اډې برید وکړ چې بیا ایساف دبرید ځواب په پ� �اخو عملیاتو ورکړچې په سیمه کې دملکي وگړو دوژنې سبب وگرځید دوی وایي گڼ شمیر یاغیان یې هم ووژل. ایساف وايي په دغه نښته کې ددوی په باور ٧٠ تنه وژل شوي دوی لومړی فکر کاوه چې ټوله یاغیان دي خو دخبري رسنیو د� �اپورونو له مخې اوس دامني چې په دغو وژل شویو کې ملکي وگړي هم ول خو دا نه مني چې ټول ددوی په ډزو وژل شوي دوی وایي ښایي دیاغیانو په ډزو هم وژنه شوي وي.  ",په پنجوایي کې دملکي وگړو دوژنې په اړه پلټنې کیږي. 5503,ميرويس جلالزى," د فرانسه په مركز كې د تير كال د دوو افريقايې الاصل فرانسويانو د مړينې د يادښټ مراسم پرځاې شول . پوليسو له دې مراسمو مخكې د پاريس ښار په ګڼو برخو كې د تلاشې پوستې جوړې كړې وي او د هر راز احتمالې تاوتريخوالې د رامنځ ته كيدو د مخنيوې لپاره يې په واټونو كنترول لګولې وو. وروسته له هغه چې تير كال دوه تنه افريقايې الاصل فرانسويان د پوليسو له ويرې بريښنا ووژل د دې ښار په ټولو برخو كې د ځوانانو له خوا بلوا ګانې په لاره واچول شوې . په هغه وخت كې د لس زرو په شاوخواكې موټر وسوځول شول. او په � �سګونو ودانې هم زيانمنې شوې. ",په پاريس كې سخت امنيتې تدابير ونيول شول 5504,ميرويس جلالزى," د امريكا پوځ وويل دا پيښه د بعقوبې په ښارګوټې كې د جمعې په ورځ رامنځ ته شوه . ويل كيږې وسلوال اخ او ډب وروسته له هغه پيل شو چې وسلوالو ياغيانو د پو� �يسو په يو تم ځاې ناڅاپې يرغل وكړ. په دې نښته كې چې دوه ساعته يې دوام وكړ يو ملكې وګړى هم وژل شوې ده ",۲۴ عراق پوليس او ۱۸ تنه مخالف اورپكې ووژل شول 5505,ميرويس جلالزى," د ازربايجان د انيس ټلويزيونې چينل په رپوټ دا چاودنه د � �نبې په سهار د تفليس په ښارګوټې كې شوې . د دې چاودنې په ترځ كې اته تنه وژل شوې دې . چارواكې واېې دا پيښه د ګاز د ډبې د چاودنې څخه رامنځ ته شوې دې . ",په ګرجستان كې چاودنه وشوه 5506,ميرويس جلالزى," د امريكا متحده ايالتونه وايې تمه لرې چې د ايران په وړاندې به د ملګروملتونو د امنيت شورا له خوا اقتصادې بنديزونه ډير ژر پلې شې . د سپينې ماڼې وياند تونې سنو پرون وويل دا پريكړه ليك كه څه هم تر اوسه ندې پلى شوې خو امريكا هيله منده ده چې دا پريكړه ليك به د ايران دولت ته د نړيوالې ټولنې يو روښانه پيغام وې. وياند ومنله چې د دې پريكړه ليك په وړاندې ډير خنډونه موجود دې خو سر بيره پر دې هم دا پريكړه ليك پلې كيدونكې دې . ",د امنيت شورا پريكړې ته په تمه يو 5507,ميرويس جلالزى," دا چاودنه چې د جمعې په ورځ سهار د ترينكوټ په ښار كې وشوه په ترڅ كې يې ۱۴ تنه ملكې وګړې چې ماشومان او ښځې يې هم په مينځ كې وې ووژل شول. ولايتي چارواكو وويل چاودنه له هغه لري واټن څڅه د كنتروليدونكې ماين څخه رامنځ ته شوه چې د ملكي وګړو يو د سپرلې موټر يې قصدآ په نښه كړ. د طالبانو سيميزو مشرانو وويل چې دوې هيڅ كله د ملكي وګړو د مړينې په لټه كې ندې او دا كار د هغوې په وينا په خپله د كرزې پلويانو تر سره كړې ده . ",طالبان وايې د ارزګان په چاودنه كې لاس نلرې 5508,ميرويس جلالزى," رپوټونه وايې دا امريكايې خبريال د مكسيكو په واكسان ښا� �ګوټې كې هغه وخت ووژل شو چې وسلوالو كسانو پر نوموړې او د هغه تر څنګ په دريو تنو ولاړو ملكې كسانو ډزې پيل كړي. د دې خبريال د وژنې اصلې علت تر اوسه نده روښانه . ",يو امريكايې خبريال ووژل شو 5509,," ", 5510,ميرويس جلالزى," په افغانستان كې د طالبانو د ړنګې شوې واكمنې مشر ملا مح مد عمر د شنبې په ورځ د افغان ولسمشر هغه څرګندونې رد كړې چې ويلې يې وو ملا محمد عمر او د اسلامي حزب مشر ګلبدين ح كمتيار بايد د پرديو غلامې بس كړې او په افغانستان كې د د سولې له روان بهير سره يو ځاې شې. د طالبانو يو سيميز وياند چې ځان طيب آغا بولې وويل چې ملا عمر دكرزې دا غوښتنه رد كړې او بايد حامد كرزې يوي اسلامي محكمې ته حاضر كړاې شې تر څو د افغانو بې ګناه وګړو د مړينې په اړه سپيناوې وكړې. ملا عمر ويلي چې دې د افغان لا سوپوڅې دولت سره د بهرنيو ځواكونو د حضور په صورت كې په هيڅ وجه نه غواړې د سولې خبرې وكړې. د عمر په دې پيغام كې چې د هغه د وياند په ژبه خپور شو راغلې چې مجاهدين به په هيڅ ډول خپلې وسلې په مځكه كينږدې او ا فغان دولت بايد مخكې تر دې چې له طالبانو سره خبرې وكړې خپل ځان د هغوي په وينا د بهرنيانو له بند څخه خلاص كړې . د ملا محمد عمر دا پيغام په داسې حال كې خپور شو چې افغان ولسمشر د جمعې په ورځ له ګلبدين حكمتيار او ملا عمر څخه غوښتنه وكړه چې ځان له بهرنېو غلامېو وژغورې او د سولې له بهير سره يو ځاې شې. ",ملامحمد عمر د كرزې بلنه رد كړه 5511,," هرات ته د دولتي پلاوي مشر عاروف نورزي له بينوا سره د يوې مرکې په ترځ کې ومنله چې د هرات د شينډند ولسوال او ښاروال له خپلو دندو تبديل شوي دي . ده ونه ويل چې چيرته تبديل شوي خو دا يې وويل چې ډير ژر به نوي چارواکي په دغو دندو وګومارل شي . د شينډند ولسوالۍ تيره اونۍ د دوو قومونو د وسله والو کسانوخونړيو جګړو ډګر وو، چې د يو پخواني جهاد ي قو ماندان امان الله په گډون تر ٣٠ تنو ډير کسان په کې ووژل شول . نورزى وايي دا مهال په سيمه کې امنيت ټينګ دى او د بيا نښتې ويره نشته او نه تر اوسه شوې ده . ",د شينډند ولسوال او ښاروال له دندوګوښه شوي 5512,"ميرويس جلالزى","   دا ټكې د سپينې ماڼې د مخدره توكو په وړاندې د ملي مبارزي د څانګې پخوانې  وياند روبرت وينر د شنبې په ورځ په امريكا كې څرګند كړ. نوموړې چې د ۱۹۹۵ تر ۲۰۰۱ كال پوري په خپله همدې دنده پاتې شوې وو  د بوش په ادارې يې غږ كړې چې د افغانستان د مخدره توكو  په وړاندې دې يو پياوړې پلان جوړ كړې كه نه نو د امريكا د متحده ايالتونو او د هغوې د ملګرو هيوادو هغه هڅې به له ناكامې سره مخ شې چې غواړې د نړيوالو ترهګرو  مالياتي سرچينې وچې شې. نوموړې ويلې په تير كال كې افغانستان دنړې ۹۲ فيصده مخدره توكې توليد كړې او دا مخدره توكې يوازنې هغه لامل بلل كيداې شې چې د افغانستان په ورستيو بې ثباتيو كې دخيل وې .     ",مخدره توكې افغانستان ته د القاعدې د راتګ لار پرانيزې 5513,," د کورنيو چار وزارت چارواکو نن کا بل کې خبر يالانو ته يوه څلور کسيزه ډله وښودله چې ددوى په وينا ماشومان يې تښتول . د وزارت وياند زمري بشري څرګنده کړه چې پو� �يسو له يوې وسله والې نښتې وروسته دغه ډله د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې ونيوله . ده وويل يو ٩ کلن ماشوم چې عنايت الله نوميږي او د کابل ښار د خيرخانې له سيمې څخه تښتول شوى وو، د تښتونکو له منګلو څخه وژغورل شو او کو� �نۍ ته يې وسپارل شو .د عنايت الله تره حيات الله له بينوا سره ومنله چې تښتونکو ور څخه د ٣ سوو زرو ډالرو غوښتنه درلوده . په وروستيو کې ډير داسې رپوټونه شته چې د کابل ښار څخه ګڼ شمير ماشومان تښتول شوي دي . ",کابل کې ماشوم تښتونکې ډله نيول شوې 5514,," د ولسي جرګې مشر يونس قانوني په افغانستان کې د ولسي وګړو په مرګ او ژوبله ژور خفګان وښود او په دولت يې نيوکه وکړه ، چې د ناټواو افغان ځواکونو په عملياتو کې همغږي نشته او هغه اطلاعات چې ورکول کيږي د نوموړي په وينا سياسي او شخصي بڼه او انګيرنه لري او بې بنسټه دي .ده د افغان دولت استخباراتي ادارې او څانګې هم په دغه کار کې پاتې او پړې وبللې او په دې برخه کې يې د يوې نوې تګلارې غوښتنه وکړه .د کندهار د ژړۍ او پنجوايي ولسواليو کې د ولسي وګړو مرګ او ژوبلې په ملى او نړيواله کچه غبر ګونونه راپارولي ، چې له امله يې د ناټو ځواکونو کړنې تر پوښتنې لاندې راوستى . ",دناټو اوافغان ځواکونو په عملياتو کې همغږي نشته 5515,," د افغان دولت استخباراتي ادارې ادعا وکړه چې دوى داسې کره اطلاعات لري چې د ګلبدين تر مشرى د اسلامي ګوند، افغان کډوالو ته د پاکستان د پيښور ښار د افغان کډوالو په پنډغاړي شمشتو او مانسره کې پوځي روزنه ورکوي ، چې د پاکستان د استخباراتو ( اى اس اى) له لور ي يې لارښونه کيږي . د ملي امنيت وياند انصاري څرګنده کړه چې په دغو کمپونو کې د طالبانو د وخت ټينګ او کلک اسلامي قوانين په افغان کډوالو وضعه شوي ، د موزيک د اوريدو اود ټلويزيون د ليدلو اجازه نشته او ټول کډوال په ګيره پريښودو او پټکي تړلو مجبور شوي دي .وياند ادعا وکړه چې اسلامي ګوند په علني توګه خلکو ته د جګړې د ګډون بلنه ورکړي . ",په شمشتو اومانسره کې افغان کډوالو ته پوځي زده کړه 5516,سیعد ګل," په ا فغانستا ن کی د لته سپين هم تکه توردي د لته مينه هم پيغوردي د لته حسن هم ګنا ه د ه د لته چپ نا سته هم شو ردي د لته عد ل تجا وزدي د � �ته ورکړه هم لوي پو ردي د لته ورور وژل جها ددي د لته حق هغه چه زوردي د لته ورځي ته شپه وائي د لته ځوي ا و لورپلا رموردي دلته جهل ستا يل کيږي د لته علم سو سکوردي دلته مه کره ګلونه د لته ځوز کرل ټکو ردي دلته حق ويل لو ي جرم د لته ځا ي د تنقيد ګوردي د لته د و ست هغه چه خا ندي د لته لوي د شمن خپل روردي د لته کو ر په شا ن د قبر د لته قبر نه جوړ کو ردي د لته ښه په لنډ کروزر کي د لته بد په سا يکل سو ردي د لته مه ا و سه سیده  د لته ژوند کول سورا و� �دي ",په ا فغانستا ن کی 5517,,"  دايو حقيقت دی چې عدالت او قانونيت يو له بل سره له نږدې اړېکې لري ،عدالت پرته له قانونيت او قانونيت پرته له عدالته امکان نه لري په دې دليل چې د� �انونيت په وجود کې دعدالت ټول اړخونه خوندي اوساتلي وي چېرته چې دقانونيت مټې قوي او غښتلي وي نو هلته دانسانانوو حقوق خوندي او له تيري ساتلي وي همدا قانونيت دۍ چي دعدالت له پاره لارپرانيځي ،همدا ډول که چېرې په قانون کې دخلکو حقوقو ته هر اړخيزه پاملرنه نه وي شوي نو بيا هم قانون عدالت په هغه شان چې لازمه ده نه شي � �امنځ ته کولای په بله خبره قانون دعدالت دتامين له پاره ترټولو غوره او ممتازه منبع ده .هغه مهال چې په يوه ټولنه او جامعه کې قانون ته درناوۍ دانسان دشخسيت په يوه برخه بدل شي نو هلته بياعدالت په خپله په ټولنه باندې منګولې ښخوي لامل يي دادۍ چې هلته انسان په قانون کې خپل ټول حقوق خوندي اوساتلي ويني خو کله چې قانون دټولنې او ولس دهيلو،غوښتنواو وړانديزونو خلاف رامنځ ته کيږي نو دا دول قانون له يوې خوا عدالت نه شي را منځ ته کولای او له بلې خوا ددا دول قانون عمر دېر لندوي ،داچې قانون دعدالت درامنځ ته کيدو ترټولولنده لارده نوهمدې ټکي ته په پام سره لازم دادي چې اول قانون ته درناوۍ دانسان د شخسيت په يوه برخه بدل شي که چېري داسې ونه شي نو بيا� �انون له يوې خوا خپل ارزښت اوماهيت له لاسه ورکوي اوله بلې خوا دعدالت په منځ ته راتګ او پلي کيدو کې دځند او خڼد سره مخامخ کيږي دامهال چې مونږ له کوم دول ستونزو سره لاس اوګريوان يو لامل يې دادی چې خپل قانون ته دارزښت او قيمت په سترګه نه ګورو خپلې ګټې دقانون له ګټو نه قربانووبرخلاف خپلې ګټې دقانون څخه په سرغړونه کې لټوو ترڅو چې دقانون په وړاندې دمسوليت احساس ونه کړو نو دودې،ترقۍ،امن اواستحکام له پاره به مو ټولې هلې ځلې له پوره ځند او خند سره مخامخ وي .دنړۍ متمدن او پرمختللي ملتونه وګوری هغوی لومړی خپل ځانونه قانونيت سپارلي له هغې و� �وسته دعدالت پر اسپه سپاره ترميحه رسيدلي .تاسو فکر وکړۍ زموږ په اساسي قانون ددې ملت دکوندو او يتيمانو په م� �يونونه دالرلګښت شوی خودامهال په سمبوليکه توګه په ټولو دوايرو کې دپلي کيدو په هيله سترګې غړوي  په ټول هيوادکې دعدالت او قانونيت په لويه هيله   ",عدالت اوقانونيت (دارمان الله ارمان لیکنه) 5518,," د ناټو په يوه خپره شوې پاڼه کې راغلي چې د ګډو عملياتو په ترڅ کې د ارزګان د چورې ولسوالۍ کې ٥٥ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي . پاڼه وايي د جګړې پر مهال يوافغان عسکر هم ژوبل شوى دى . په پاڼه کې پخلۍ شوى چې جګړه پرون شوې او افغان او ناټو ځواکونو په ګډه سره ددغه ولايت په يو شمير ولسواليو او سيمو کې ګډ پوځي عمليات د طالب وسله والو پر ضد پيل کړي دي . پاڼه وايي جګړه هغه مهال شوې ،چې له ١٠٠ څخه تر ١٥٠ تنو طالبانو د ناټو پر ځواکون بريد وکړ .په نښته کې له هوايي ځواک څخه هم کار اخستل شوى دى . ",ناټو : ارزګان کې ٥٥ تنه وسله وال طالبان وژل شوي 5519,," د ناټو يومشر قوماندان جنرال جيم جونز نن د بګران په پوځي اډه کې د يوې خبري ناستې پر مهال د ناټو په هوايي بريدونو کې د افغان ولسي وګړو پر مرګ او ژوبله خواښيني وښوده او له دې امله يې بښنه وښوده . نوموړي څرګنده کړه چې د ناټو پوځي قوماندانان ډيرې هلې ځلې کوي چې د جګړې پر مهال ولسي وګړو ته زيان و نه رسيږي . جونزپر طالب جنګياليو تور ولګاوو، چې له ملکي وګړو څخه د جګړې پر وخت له سپر څخه کار اخلي او په ملکي وګړو کې ځانونه پټوي . جنرال جيمز چې د يو درى ورځني سفر په موخه افغانستان ته راغلى له افغان ولس مشر حامد کرزي سره وليدل او د غوره خدمتونو په وياړ يې په ټټر د غازي امان الله خان لوړ مډال و ټومبل شو . جيم دا هم ومنله چې يوازې د پوځي لارې نه شي کيداى چې افغانستان کې د تاوتريخوالي مخه ونيول شي . ده ټينګا روکړ چې د ناټو غړي هېوادونه بايد د پوځي عملياتو تر څنګ افغانستان کې د بيارغاونې پر لارو چارو غور وکړي . د ياودنې وړ ده چې د نيکمرغه کوچني اختر په ورځو کې د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ کې د ناټو د هوايي يرغل په پايله کې ګڼ شمير ولسي وګړي مړه او ژوبل شوي دي . افغان ولسمشر د پيښي د سپيناوي په موخه يو پلاوى ټاکلى تر څو م الومه کړي چې د بريدونو قربانيان څوک دي . ",ناټو د ولسي وګړودوژلو له امله بښنه غوښتې 5520,," د افغان ولسمشر حامد کرزي له لوري د ټاکل شوي پلاوى م� �ر ملا نقيب الله اخند نن ماښام کندهار کې خبريالانو ته وويل چې د لومړيو څيړنو او مالوماتو له مخې د هوايي ب� �يدونو له امله د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې ٦٠ تنه وژل شوي دي . ده ومنله، چې تحقيقات روان دي او تر دم ګړى نه پوهيږي چې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي او که طالبان هم په کې شته . يو شمير ځايي اوسيدونکو له بينوا سره ټينګار وکړ چې وژل شوي کسان ټول ولسي وګړ دي او طالبان نه دي . په سيمه کې عينى شاهدان وايي چې تر ٦٠ تنو ډير و� �سي وګړي مړه ، ٢٠ ټپيان او لږ ترلږ ٥٠ کورونه وران شوي دي. ",پلاوى : کندهار کې ٦٠ تنه وژل شوي 5521,ميرويس جلالزى," د پوليسو په وينا په دې چاودنه كې يو تن وژل شوې او ۹ تنه نور ژوبل شوې دې. چاودنه د شنبې په ورځ له هغه بايسكيل څخه رامنځ ته شوه چې د پوليسو په وينا چاوديدونكې توكې و� �پوري تړل شوې وو. وژل شوى كس او ټپيان ټول د پاكستان وګړې دې . پوليسو وويل اته تنه شكمن كسان يې د چاودنې په تړاو نيولې دې. ",په كوټه كې د بم چاودنه وشوه 5522,ميرويس جلالزى," چارواكې وايې دا بريد پرون تر سره شوې او په پايله كې يې ۱۵ هغه عراقې پوليس ژوبل شوې چې له خپلې دندې رخصت شوې وو او د كورو په لور روان وو. دا بريد د هغو كسانو له خوا تر سره شوې چې د پوليسو جامې يې پر تن وې. ",د عراق په سويل كې د عراق عسكرو په موټر بريد وشو 5523,ميرويس جلازى," د امريكا ولسمشر جورج ډبليوبوش د شنبې په ورځ دعراق له لومړې وزير نوري المالكې سره د يوې ټلويزيوني نيغې اړكې په ټينګولو سره عراق لوري ته ډاډ وركړ چې د عراق د امنيت د ټينګښت په موخه به هڅه وكړې چې د عراقې كورنيو ځواكونو د روزنې روان بهير ګړندې كړې. په دې اړه د ع� �اق لومړې وزير او ښاغلې بوش يړ بيړنې تړون هم لاسليك كړې ده . ",بوش : د عراقې ځواك د روزنې لړې به نوره ګړندې شې 5524,ميرويس جلالزى," رپوټونه وايې چاودنه د شنبې په ورځ ناوخته په سرينګر كې � �وې چې په ترځ كې يې درى تنه هندي پوليس او ۱۷ تنه ملكې وګړې ژ وبل شوې دې. د چاودنې د تر سره كونې په تور تر اوسه كوم كس ندې نيول شوې خو هندې چارواكې د داسې بريدو ترشا د بيلتون غوښتونكو سخت دريځو اسلام پالو لاس دخيل بولې. هند وايې په هندي كشمير كې د ډيرو بريدونو پلانونه د استخباراتې معلوماتو په اساس په پاكستان كې جوړيږې. ",په هندې كشمير كې چاودنه وشوه 5525,ميروريس جلالزى," د افغانستان د مشرانو جرګې ريس پرون په يوه خبري غونډه كې خبريالانو ته په كابل كې وويل چې امنيتي چارواكو د اختر په ورځو كې د پلازميني په بيلابيلو سيمو كې يويشت خونړې پيښې بې اثره كړې او په تور يې ځينې كسان هم د استخباراتي ادارو له خوا نيول شوې. د قانونې دا څرګندونې په داسې حال كې خپريږې چې تر دې مخكې هر هغه ترهګر چې به د چاودنو په تور په پلازمينه كې ونيول شو نو خبري رسنيو ته به ور وښودل شو خو دا ځل د چاودنو په تور د يو ترهګر نه نوم او نه هم خبر رسنيو ته په واك كې وركړ � �وې وو. قانوني همدا راز په دې خبري غونډه كې په بهرنيو ځواكونو غږ وكړ چې د عملياتو پر مهال دې د بي ګناه كسانو له وژنې لاس واخلې او له احتياط څخه دې كار واخلې. ",يونس قانونې: له ۲۱ خونړيو چاودنو مخ نيوې شوې 5526,ميرويس جلالزى," پخوانى جهادې قوماندان او په ولسې جرګه كې د كابل د خ� �كو استازي استاد عبدالرب رسول سياف د افغان ولسمشر حامد كرزې هغه بلنه پر ځاې وبلله چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر او د اسلامي ګوند مشر ګلبدين حكمتيار ته يې د جمعې په ورځ وركړې وه . كرزې له دې دوو كسانو غوښتنه وكړه چې د بهرنيانو له غلامې دې ځان خلاص او د سولې له بهير سره دې يو ځاې شې. سياف وويل چې كرزې حق لرى د افغان وګړو د ژوندانه د ښه والې په منظور له خپلو مخالفينو سره خبري اترې وكړې . د يادونې وړ ده چې استاد سياف د طالبانو د واكمنې پر م هال په پنجشنير كې د شمالې ټّلوالې يو فعال غړې وو او د طالبانو پر وړاندې په جګړو كې يې پراخ حضور لرل. ",سياف:كرزى د مخالفينو د بلنې حق لرې 5527,," د طالب جنګياليو لارښودې شوراد يو اعلاميې په خپرولو سره د حامد کرزي تر مشرى لاندې د افغان دولت سره خبرې اترې رد کړې او په اعلاميه کې څرګندوي چې ( دمذاکراتو په اړه مخکي هم موږ خپل دريځ روښانه کړى اوس هم وايو دهيواد داشغال په صورت کي مذاکرات هيڅ ام کان نه لري کرزي او ادارى سره خويي دځان واک هم نشته نو مذاکرات به ورسره څه معني ولري اشغالګرو سره مذاکرات خو پخپله دهيواد دپلورلو په معنى دي ). طالبانو په اعلاميه کې ادعا کړې چې( دوى يو خپلواک او ازاد افغانستان غواړي او همدا د ولس ارزو ده که مجاهدينو سره داقتدار مينه واى لا دحکومت پر مهال به يي دطاغوتي قوتونو خب� �ه منلى واى او سازش به يي کړى ؤ ) طالبانو د اعلامې په ترځ کې( هوډ کړى چي اشغالګري قواوي به دهيواد نه او باسي او ګوډاګيان به يي خامخا محکمي ته راکش کوي او تر هغه وخته به خپل مقاومت ته ادامه ورکړي تر څوچي يو اشغالګر عسکر هم په هيواد کي موجود وي ) ",د کرزي د څرګندونو په اړوند د طالبانو اعلاميه 5528,," د افغان دولت مخالف اسلامي ګوند مشر ګلبدين ح کتيار منلې چې تيار دى په مشروط ډول د افغان دولت له مشر حامد کرزي سره خبرې اترې وکړي . ددغه ګوند يو وياند ها� �ون زرغون خبري رسنيو ته ويلي ، له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د مهال ويش د اعلان په صورت کې دوى چم تو دي له دولت سره د خبرو اترو ميز ته کيني . وياند د افغان ولسمشر دا څرکندونې نه منې چې دوى له پرديو سره تړاو � �ري . وياند وايي دوى خپلواک دي او د ګوند مشر حکمتيار د افغانستان دننه دى . ",حکمتيار په مشروط ډول خبرو ته چمتو شوى 5529,ب.بهیر وردګ," پوښتنه: za ma computer na chalandizy safha rawry kho programona na rawry     zaheer wardak ځواب: زهیر جانه!سلامونهزه چې څومره پوه شوم ستا کمپیوټر داسې دی چې کله یې روښانه کوې نو یوه توره صفحه راځي او پرمخ نه ځي .تا لیکلي چې پروګرامونه نه راولي داسې نه ده بلکه ستا عامل سیستم نه راځي .خبره داده چې دا کله کله پیښیږي او دا ځکه چې ستا په عامل سیستم چې کیدای شي وینډوز وي کوم فایل لا درکه شوی وي نو د هغه له امله کمپیوټر نشي کولای چې ستا عامل سیستم Load کړي نو داسې وکړه چې وینډوز دې Upgrade کړه او یا هم له سره پکې انسټالیشن وکړه .که بیا هم جوړ نشو نو راته ولیکه .په مینه   ",کمپیوټر مې توره صفحه راولي 5530,," ", 5531,ميرويس جلالزى," يو جرمنې ورځپاڼې د دوهم ځل لپاره په افغانستان كې د جرمنې عسكرو له خواه مړو ته د بي حرمتې عكسونه خپاره كړل . دا نوې عكسونه د يكشنبې په ورځ سهار خپاره شوې. په دې عكسونو كې د ناټو په مشرې هغه جرمنې سوله ساتې سرتيري ښكارې چې د مړو د بدن په غړو لوبې كوې . له دې مخكې د جمعې په ورځ د جرمنې د دفاع وزارت د ورته اعمالو په تور خپل دوه تنه سرتيري تورن و پيژندل او يوي پوځې محكمې ته يې وړاندې كړل. ",افغان مړو ته د سپكاوې نوې عكسونه خپاره شول 5532,ميرويس جلالزى," رپوټونه وايې چاودنه د چين په شمال � �ويديځ كې تيره شپه رامنځ ته شوه . په دې پيښه كې چې تر اوسه يې علت ندې څرګند بې شميره كان كيندونكې ژوبل شوې هم دې. ",د چين د سكرو په يو كان كې چاودنې لس تنه مړه كړل 5533,," طالب جنګياليو منلې چې پرون مازديګر د ا� �زګان مرکز ترينګوټ ښار ته نيږدې د درويشانو په ناوه سيمه کې يې له امريکايي پوځونو سره په مخامخ او سخته جګړه کې ٥ تنه طالبان وژل شوي او ٤ تنه نور ټپيان شوي دي . يو طالب وياند ډاکتر حنيف ادعا وکړه چې د جګړې پر مهال يې � �٥ تنه امريکايي عسکر وژلي او ددښمن ٤ محاربوي ټانګونه يې له مينځه وړي دي . ناټو بيا د يوې اعلاميې په خپرولو س� �ه ويلي چې د جګړې پر مهال يې ٥٥ تنه وسله وال طالبان وژلي دي . همدا شان طالب وياند ادعا وکړه چې تيره ورځ يې د زابل ولايت د شينکۍ ولسوالۍ د پښې بند سيمه کې د يو کمين په ترځ کې ٤ تنه افغان دولتي عسکر وژلي دي . نوموړي ادعا کړې چې تير ماسپښين يې د پکتيکا ولايت د ډيلي ولسوالۍ په لواړګي سيمه کې د ريموټ کنټرول ماين د چاودنې له امله د امريکايانو يو محاربوي ټانګ له مينځه وړى دي . په بريد کې د نوموړي په وينا ٦ تنه امريکايي عسکر وژل شوي دي . طالب وياند دا هم ويلي چې د تيرې جمعې په ورځ طالب جنګياليو د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ د برينجو په کلي کې د امريکايي پوځونو په کاروان وسله وال بريد کړى چې له امله يې د وياند په ادعا يو ټانګ سوى او په کې سپاره پو ځيان وژل شوي . وياند منلې چې په بريد کې يو طالب مړ او يو بل ټپي شوى دى . ",طالبان د لسګونو امريکايانو د وژلو ادعا کوي 5534,ميرويس جلالزى," امريكايي چارواكې وايې له دې مانور نه م وخه د د ايران د هغو بيړيو په تګ را تګ د بنديزونو لګول دې چې اتومې مواد ليږدوې. په دې مانور كې چې د دوشنبې په ورځ پيليدونكې ده د فرانسې ، اسټراليا ، بريټانيا ، امريكا ، ايټاليا او كوربه هيواد بحرين پوځونه برخه اخلې . دا پوځې مانورونه چې له جنګې اوبتلو به هم پكې كار واخيستل شې په داسې حال كې پيليدونكې دې چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په ايران باندې د يو لړ بنديزونو د لګولو په حال كې ده . ",د عربو په سمندرګې كې د امريكا مانور پيل 5535,ميرويس جلالزى," د پاكستان قبايلې مشرانو يو ځل بيا په افغانستان كې د باندنيو ځواكونو په وړاندې د جهاد اعلام وكړ. رپوټونه وايې چې تيره ورځ د ۵۰۰۰ تنو په شاوخواكې قبايلې سړو د اسلام آباد شمال لويديځ په ۱۲۵ كيلومتر كې د ډمه ډولې په ښارګوټې كې د يوې غونډه په جوړولو سره د بهرنيو ځواكونو په وړاندې د جهاد اعلام وكړ او ټول هغه هيوادونه يې په فساد او شرارت تورن كړل چې له ايتلافې ځواكونو سره مرسته كوې. د دې غونډې يو تن مشر فقير محمد غونډه والو ته وويل چې دوې له جنرال پرويز مشرف څخه هم ويره نلرې او تر هغه به خپل جهاد ته ادامه وركوې تر څو چې ټول بهرنې ځواكونه له سيمې نه وې وتلې. ",پاكستانې قبايل: صليبې جګړې ته چمتو يو 5536,ميرويس جلالزى," عينې شاهدانو وويل چې وسلوالو كسانو تيره شپه د سمنګانو ولايت د رباطك په سيمه كې د هغوې ۱۵ موټر لوټلې ، يو مساپر يې وژلې او دوه تنه يې هم ژوبل كړې دې. له بلې خوا د بغلان ولايت د امنيه قوماندانې د كشف آمر غلام دستګير بيا وايې چې يوازې ۳ موټر شوكمارو لوټلې دې. په دې اړه پلټنې پيل شوې خو تر اوسه د كوم كس او يا ډلې د نيول كيدا خبر ندې وركړ شوې. ",وسلوالو كسانو د كابل – مزار په لويه لاره مساپر لوټ كړل 5537,ميرويس جلالزى," رپوټونه په كندهار كې د ناټو د وياند جګړن موريل له قول وايې دا چاودنه تيره ورځ د ترينكوټ په ښار كې رامنځ ته شوه چې په ترځ كې يې د هغوې يو س� �تيري وژل شوې او اته تنه نور ژوبل شوې دې. په دې چاودنه كې ويل كېږې دوه ملكې كسان هم ټپيان شوې دې. د دې تر څ نګ د ناټو ځواكونو دا هم ويلې چې پرون يې د همدې ولايت د درويشانو په سيمه كې د يو لړ عملياتو پر مهال ۵۰ تنه مخالف اورپكې وژلې دې. ",په ارزګان كې د ناټو د ځواكونو په كتار بمې چاودنه شوې 5538,ميرويس جلالزى," د سره صليب كميټې په افغانستان كې اعلاميه خپره كړه په اعلاميه كې اصلې ټكې د افغانستان په سويلې سيمو كې د ملكې وګړو مرګ ژوبلې ته اشاره شوې ده . نوموړې كميټې د جګړې له دواړو غاړو غوښتنه كړې چې د عملياتو پر مهال د د ملكي وګړو خيال وساتي. د سره صليب ټولنه په داسې حال كې د ناټو له ځواكونو او طالبانو دا غوښتنه كوې چې تيره اونې دعيني شاهدانو په وينا لږ تر لږه ۸۰ تنه ملكې وګړې د كندهار په ژيړي او پنجوايې ولسواليو كې د ناټو ځواكو په هوايې بمبارې كې ووژل شول. خو د ناټو ځواكونو د ۸۰ تنو ملكي كسانو د مرګ ژوبلې خبر رد كړ او ټينګار يې وكړ چې په دې اخ او ډب كې يوازې ۱۲ تنه ملكې وګړې وژل شوې دې. ", د سره صليب ټولنې په افغانستان كې اعلاميه خپره كړه 5539,," د هسپانيا د رغتيا وزيرې اليناو سالګادو له خپل افغان سيال سره له کتنې وروسته يوې خبري ناستې ته وويل و چې هېواد يې له افغان دولت سره دوړو رغتيايي ک� �نيکونو او سړک جوړولو په برخه کې د لس ميليون يورو مرستو ژمنه کړې ده . له دې وړاندې هم هسپانيا د بادغيس و� �ايت د ٢٠٠ بستريز روغتون د جوړولو او يو شمير نورو برخو کې مرستې کړې او دا مهال ٦٥٠ تنه سرتيري افغانستان کې � �ري . ",په روغتيايي چارو کې د لس ميليون يورو مرسته 5540,," تيره شپه له ٩ بجو څخه د شپې تر ١١ بجو پورې د هرات ښار په ځينو سيمو کې يو شمير اوسيدونکو د بامونو او د ښار په کوڅو او واټونو کې د تکبير نار ې اوچتې کړي . يوه شپه وړاندې هم له ځينو سيمو څخه د تکبير نارې اوريدل شوي دي . د هرات د امنيتي چارو مشر له بينوا سره د تکبير نارو پخلۍ وکړ او وايى د سپوږمۍ د نيولو له امله د تکبير نارې ترسره شوي دي . د ښار يو شمير اوسيدونکو له بينوا سره م نلې چې د سپوږمۍ د نيولو له امله يې دتکبير نارې کړي دي . ",هرات ښار کې د تکبير نارې جګې شوې 5541,," امنيتي چارواکو منلې چې پرون د کنړ ولايت د غازي اباد ولسوالۍ کې د مخالفينو يوه ١٥ کسيزه ډله د سولې د ټينگښت له کميسيون سره يو ځاى شوې ده . د کنړ يو ام نيتي چارواکي وويل د يو ځاى شوو کسانو هرکلۍ شوى او هغوى له دې وړاندې د اسلامي ګوند سره چې حکمتيار يې مشري کوي تړاودرلود .يو ځاى شوي کسان يواندازه وسله هم له ځان سره لري . ",د مخالفينو يوه ډله له دولت سره يوځاى شوه 5542,," پوليسو د کابل ښار د نهمې ناحيې سيمه کې پرون د سړي تښتونکو يوه اته کسيزه ډله نيولې ده . د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتې څانګې له بينوا سره منلې چې دغه ډلې د کابل ښار د پکتيا کوټ د تيلود ټانک (زيرمې) يو چارواکى تښتولۍ وو. د څانګې په وينا ٢ ميله تفنګچه له نيول شوو کسانو لاس ته � �اغلې ده . همدا شان پوليسو ادعا کړې چې پرون يې د يولسمې حوزې په مربوطاتو کې د يو قتل مخنيوى کړى دى . څانګه وايي پوليس توانيدلي اجمل چې په غمى مشهور دى مخکې له دې ، چې خپل پلار ووژني ، نيول شوى دى. ",سړي تښتونکې ډله نيول شوې 5543,ميرويس جلالزى," د افغانستان پخوانې لوموړې وزير ګلبدين حكمتيار ويلې چې د حامد كرزې بلنه نشې منلاې خو په يو شرط د كابل له دولت سره خبرو ته چمتو ده چې حامد كرزى په افغانستان كې د ټولو ميشته بهرنيو سرتيرو د وتلو دقيق مهال ويش وړاندې كړې. حكمتيار او د طالبانو د ړنګ شوې رژيم مشر ملا محمد عمر وروسته له هغه د حامد كرزې له خوا خبرو ته را وبلل شول چې په دې ورستيو كې د افغانستان په بيلابيلو برخو كې د نا � �راميو كچه لوړه شوه . د امريكا دولت د ملا عمر د نيولو پر سر ۱۰ ميلونه ډالره انعام هم ايښې ده . ",حكمتيار: د كرزې بلنه نشم منلاې 5544,," د کوبا د مشر فيدل کاسترو نوي تصويرونه چې ډيرډنګر او کمزرى تر ست� �ګو کيده ، وروسته له شپږو مياشتو د ټلويزيون پرمخ ښکاره شول . د نوموړي نوي تصويرونه په داسې مهال کې وښودل � �ول ، چې پرته د نورو له مرستې په لار روان دي او کوبايي ورځپاڼې مطالعه کوي .نوموړۍ څو موده وړاندې د وينى بهيدو� �ه امله روغتون کې بستر شوى او داسې اوازې خپرې شوې چې کاسترو د سرطان په ناروغۍ اخته شوى دى . ده د چارو واګې په � �نډ مهاله توګه خپل ورور رائول کاسترو ته وسپارلې . ",کاسترو ژوندى دى 5545,," د ارواښاد عبدالحکيم سپين د م ړيني په مناسبت د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواخوږي پيغام  په خورا خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړه چي د هېواد يو نامتو منور شخصيت خداي بخښلي عبدالحکيم سپين په حق ورسيد. ارواښاد په پخواني ولسي جرګه کي د ولس د وکيل په توګه دنده تر سره کړي او يو خيرخواه او زړه سوانده شخصيت په توګه د ولس په خير ښيګڼي کي تل مدام ونډه اخيسته. د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړي د ارواښاد مړينه هېواد ته يو لويه ضايعه ګني او ځان په دا غميزه کې د خداي بخښلي کورنۍ او هېوادوالو سره شريک ګني. د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د لوي څښتن تعالي د دربار څخه ارواښاد ته جنت الفردوس او د دوي درنه کورنۍ ته جميل صبر غوښتونکي دي.  روح دي ښاد وي. په درنښت  د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر غرزي خواخوږی  ",د ارواښاد عبدالحکيم سپين د مړيني له کبله خواشیني 5546,," کابل کې د ناټو يو وياندلوک کنيټنګ خبري ناستې ته وويل چې ارزګان کې يې د جګړې پر مهال ٧٠ تنه طالب جنګيالي وژلي دي . له دې وړاندې د ناټو په يوه اعلاميه کې د ٥٥ تنو د وژل کيدو پخلۍ شوى وو. وياند منلې چې دا يوه سخته جګړه وه چې په کې له هوايي ځواک او توغنديو څخه کار اخستل شوى، او څو ساعته يې دوام کړى دى . د نوموړي په وينا جګړه هغه مهال پيل شوه ،چې له ١٠٠ څخه تر ١٥٠ تنو طالب جنګياليو ترينکوټ کې د ناټو د ځواکونو پر پوځي اډه بريد وکړ .طالب جنګيالي د دومره زياتې مرګ او ژوبلې خب� �ه نه مني او وايي ډيره وژل شوي کسان ولسي وګړي دي . ",ناټو : ارزګان کې ٧٠ تنه طالب جنګيالي وژل شوي 5547,," د پاکستان او افغانستان مشران جنرال پرويز مشرف او حامد کرزي نن د ټيليفون پر ليکه د امنيت او په ځانګړې توګه د ډيورنډکرښې دواړ لورو ته د جرګو د جوړيدو د لومړنيو ترتيباتو په اړوند خبرې کړي او دواړو مشرانو هيله څرګنده کړې چې د جرګې جوړيدل به د سولې د ټينگښت په لاره کې يو مثبت قدم وي . ",کرزي او مشرف د ټيليفون پر ليکه غږيدلي دي 5548,," د افغانستان لوى څارنوال عبد الجبار ثابت چې دا مهال د بريتانيا په سفر دى، ګواښ وکړ ، که چيرې د هرات او بلخ واليان د ښاروالانو له ملاتړ څخه لاس په سر نه شي د هغو د نيولو امر به د کورنيو چارو وزارت ته ورکړي . ده څرګنده کړه که د کورنيو چارو وزارت په دې کار لاس پور نه کړ ،نو دغه موضوع به د خلکو له استازو سره په پارلمان کې مطرح کړي . ثابت چې له طلوع ټلويزيون س� �ه تيره شپه څرګندونې درلودې يو ځل بيا دا تور ولګاو چې د هرات له ښاروال څخه د هرات والى سيد حسين انوري او د ح يرتانو د ښار ګوټي له ښار وال څخه د بلخ والي عطا محمد نور ملاتړ کوي . نوموړي څرګنده کړه، چې د هرات په ښا� �والى کې ٥ ميليارد افغانى درغلي شوې ، ٧ ناقانونه تړونونه لاس ليک شوي او ٩٠ زره ډالر ټکس او ماليات په نا� �انونه توګه اخستل شوى دى . ثابت وويل چې د حيرتانو په ښاروالى کې د ١٣٨١ ، ٨٢ او ٨٣ کلونو عوايد په ناقانونه توګه د دريو کسانو ترمينځ ويشل شوي دي . د نوموړي په وينا ښاروال ٤٨ جريبه دولتي ځمکه ترلاسه کړي او د ٧ تنو ت� �مينځ يې ويشلې ده . د ثابت په وينا د ځمکې د شاوخوا د ديوال د ويجاړيدو له امله دولت ته ٦ اعشاريه ٥ ميليون افغانى زيان رسيدلى دى . ",لوى څارنوال : د واليانو د توقيف امر به ورکړم 5549,," تيره ورځ د زابل ولايت د شاجوى ولسوالۍ په اړوند سيمه کې يوه ١٤ کلنه نجلى د پوليسو په ډزو کې ووژل شوه .په سيمه کې عيني شاهدانو بينوا ته وويل ، چې نوم وړې نجلۍ د لويې لارې د پوليسو په ډزوکې خپل ژوند له لاس ورکړ. د زابل د پوليسو مشر له بينوا سره د خبرو په ترځ کې ژمنه وکړه چې د پيښي پلټنې به کوي .ځايي اوسيدونکو د احتجاج په توګه پرون د کابل - کندهار لويه لار د څو ګړيو له پاره د ترافيکو پرمخ وتړله او غوښتنه يې کوله چې د پيښي عاملين د محاکمه شي . ",يوه ځوانه نجلۍ د پوليسو ډزو کې ووژل شوه 5550,," پاکستاني پوځ نن سهار وختي ٥ بجې شاوخوا د باجوړ ايجنسۍ د ډمه ډوله سيمه کې د مولوي لياقت په مدرسه بريد کړى دى ، چې له امله يې د عينى شاهدانو له خولې ٥٠ تنه په کې وژل شوي دي . د پاکستان د پوځ وياند شوقت سلطان د بريد پخلۍ کړى او وايى د ترهګرو د روزنې مرکز په بشپړه توګه تباه � �وى دى . د نوموړي په وينا له دې وړاندې دغه مدرسه د دوى تر څار لاندې وه چې د ترهګرو روزنه په کې کيده . عينى � �اهدانو ويلي چې نوموړې مدرسه د توغنديو او هوايي ځواک تر سخت بريد لاندې راغلې ده . ويل کيږي په دغه مدرسه کې شاو خوا ٨٠ تنه وسله وال طالبان ترسترګو شوي دي . ",باجوړ ايجنسى کې مدرسه تباه شوې 5551,میرویس جلالزی," رپوټونه وايې لياقت علې د باجوړ ښار د چينګۍ د كلې د مدرسې عمومې مدير وو چې په بريد كې له مينځه تللې خو د هغه يو وتلې ملګرى فقير محمد له دې بريد و� �وسته د ډمه ډولې د ښارګوټې په لور تښتيدلې دی. د پاكستان د پوځ وياند شوكت سلطان وويل چې دوې دا مدرسه ځكه تر بريد لاندې ونيوله چې پكې طالبانو او د القاعدې پلويانو زدكړې كولې . عينې شاهدان بيا وايې چې تيره شپه د پينځو بجو په � �اوخواكې دا بريد د پاكستان د پوځې د چورلكو له خوا تر سره شوې او كيداې شې چې د مړو شميره نوره هم وچته شې. د وژل � �ويو كسانو په ډله كې ويل كېږې كوچنې طالبانو هم شامل دې . دا بريد په داسې حال كې تر سره شوې چې يوه ورځ مخكې تر دې په همدې سيمه كې په زرګونو تنو قبايلې سړو د افغانستان په خاوره كې د بهرنيو ځواكونو په وړاندې د جهاد اعلام وكړ. و� �وستې راپورونه وايې چې په زرګونو تنه قبايليان د باجوړ په ګډون په ډيرو قبايلې سيمو كې را ټول شوې او د پاكستان د دولت ضد شعارونه وركوې. هغوې ټولې مدرسې تړلې او سخت په غوصه دې. په همدې حال كې له بريد ووروسته د مدرسې تر څنګ د يوې درنې چاودنې غږ هم اوريدل شوې خو د مرګ ژوبلې په اړه څه ندې ويل شوې. د قبايلو بيړنې ټيمونه نوموړې مدرسې ته � �سيدلې او د مړو په راويستلو بوخت دې. د دې تر څنګ د پاكستان حكومت په پيښور ښار كې بيړنې حالت اعلام كړې او پوځ ته يې د طيارسې امر كړې . . ",د باجوړ په بريد كې لياقت علې او ۹۰ تنه نور وژل شوې 5552,," امريکا يي چارواکو پخلۍ کړى دى ، چې افغان دولت د نيشه يي توکو يو افغان قاچاق وړونکى حاجى بازمحمد امريکايي چارواکو ته سپارلى دى ، چې له يو لړ پوښتنو وروسته په بند محکوم شوي دي . د امريکا دنيشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ځانګې يو چارواکي کرن ټينډي کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل ، چې نوموړي امريکا ته د نيشه يي توکو قاچاق جهاد باله . ",يوافغان قاچاق وړونکى امريکا ته سپارل شوى 5553,," د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅ کزي چې نن په پيښين کې يوې سترې ناستې ته وينا کوله پر پاکستان تور ولګاوو، چې پاکستان د نړۍ د ټولو ترهګرو څا� �ه او روزن ځاى دى ، او ددغه هېواد پرچارواکو او نړيوالې ټولنې يې غږ وکړ ، چې سيمه دې د يوې نوې لويې جګړې له اور او لمبو څخه وژغوري .نوموړي پاکستاني واکمنان په دې تورن کړل چې د افغانستان له ورانکارى او وسله والې لاس وهنې نه لاس نه اخلي .ده افغانستان کې اوسنۍ جګړه ناسمه وبلله او څرګنده يې کړه چې په دغه جګړه کې يوازې د خوارانو او غريبا نو زامن وژل کيږي . ",محمود خان : پاکستان د ترهګرو ځاله ده 5554,امرالله امېد," شپېته كلن ډاكټر دناروغې له مټه د فشار آله خلاصه كړه، دسر په ښورولو يې وويل:(( ولې سودا كوې، فشار دې داسې دى، لكه دشپاړس كلنې پېغلې، دزړه ټكان دې نورمال دى، سږي دې هم تكليف نه لري، اوس وايه چې له څه شي شكايت لرې؟))ښځې لا خبرې ته ځان جوړاوه، چې تر څنګ ولاړ كس يې وويل: (( ډاكټر صېب! په سور يې نه پوهېږو، بس خوب خندا ورباندې حرامه ده، مدام يې روح اروا الوتې وي..))ډاكټر خپلې عېنكې پر پوزه راټيټې كړې، ويې ويل: (( ښاغليه! تاسې پرېږدۍ چې پخپله له ناروغې كيسه واورو.))دا وخت يې پنځه ديرش كلنې مېرمنې ته دځواب د انتظار په نېت په ځير، ځير وكتل، كه څه هم د مېرمنې تندى تريو او د ناراحتۍ احساس يې كاوه، خو بېشانې ښكلا هغه د ښايست په جنت كې كېنولې وه. مېرمن له سترګو د لېمو چتر پورته كړ، يو ځل يې په ناهيلي انداز خپل مېړه ته وكتل، بيا يې دزړه په زور وويل: (( ډاكټر صېب! سر مې مدام راباندې دروند وي، لكه چا چې ورباندې غر تړلى وي، زړه مې تنګ دى، وايم چې وژاړم او چغې ووهم، دخوراك او څښاك په خوند نه پوهېږم...))هغه كس يې خبرې ورپرې كړې: (( ډاكټر صېب! مېرمن مې رښتيا وايي، دوه وړو ماشومانو يې خولق په تنګ كړى، ورته وايم، چې په وړكتون كې يې داخلوم، راسره نه يې مني، هغه په � �ښتيا چې دواړه ډير شوخ او بې سره دي.))ډاكټر بيا خپلې عېنكې پر پوزه ښكته كړې، ويې ويل: (( وروره بښنه غواړم، پ� �ېږده چې ستا مېرمن په خپله خبرې وكړي، لږه اجازه راكړئ.)) بيا يې ناروغې ته وويل: (( ويلى شئ چې زړه مو ولې خپګان كوي؟ )) هغې تندى تريو كړ، لكه همدا اوس يې چې دبدن كوم غړى نا راحته وي ويې ويل: (( نه پوهېږم، خو زړه مې خپه دى، څو ځله مې وويل چې دموږكانو دوا وخورم او دتل لپاره له خپلو اوږو د ژوند دستومانېو بار ښكته كړم...))م ېړه يې په بيړه وويل: (( ډاكټر صېب! لږه يې پويه كړه، داڅه وايي؟ كه داكار وكړي ټول كور به مې تباه شي، برباد به شم ، له همدې وېرې كور ته زهري درمل لكه دملاريا ګولۍ او نور نه شم راوړلاى، آن تر دې چې په كور كې مې د غټو مږو او موږ كانو اتڼ جوړ وي، خو ددې مېرمنې له وېرې كور ته درمل نه راوړم...))ډاكټر بيا پر پوزه عېنكې ټيټې كړې او د خپلو سپينو ببرو وروځو تر چتر لاندې يې نوموړي ته وكتل او ويې ويل: (( بښنه غواړم، تاسې اجازه راكړئ، چې ستاسې دمېرمنې � �كايت واورم، تر څو په درمل يې پوه شم. يوه دقيقه خاموشي وه، ډاكټر مېرمنې ته دنصيحت په ډول وويل: (( ناهيلې كېږ ه مه، ژوند لوى نعمت دى، په انسان هر حالت راځي، هر څه به خداى اسانه كړي.)) بيا يې له مېرمنې وپوښتل: (( دشپې ارام او خوب لرې؟ )) مېرمن د انكار په ډول سر وخوځاوه، بيا يې وويل: (( دشپې مې خوب نشته، بس ټوله شپه مې په سر درد وي، كه دورځې كومه شېبه سترګې پټې كړم، نشم ويلاى، ځان مې خوږېږي ...)) مېړه يې بيا خبرې ورلنډې كړې: (( ډاكټر صېب! داخداى وهلې لكه دنجوم عالمه ټوله شپه ويښه وي، ته به وايې چې شاعره ده او د شعر ليكلو لپاره فكر كوي آن تر دې چې كله واړه ماشومان وژاړي، زه يې كراروم، دا خداى بښلې يې په كيسه كې هم نه وي، بس چې مياشت دوه پس كور ته راشم، هغه � �په راباندې غم وي.))ډاكټر خپلې عېنكې له سترګو لرې كړې، وېې ويل: (( ښاغليه! ولې خپلې مېرمنې ته وخت نه وركوئ، چې خپ� �ه كيسه پخپله وكړي، بښنه غواړم، اجازه راكړئ، تاسې لږ خاموشه شئ.)) له دې سره يې عېنكې سترګو ته كړې او له مېرمنې يې وپوښتل: (( داسې شى شته چې تر لاسه كول يې ستا لوى ارمان وي او خوا دې ورته ځورېږي؟))مېرمنې د ځواب په اړه فكر كاوه، چې مېړه يې وويل: (( ډاكټر صېب! په دونيا مې ورته يو ارمان هم ندى پريښى، تاسې وګورئ، چې پر غاړه يې دلسو زرو � �الرو نه د زياتو پېسو دسرو زرو امېل او زيورات پراته دي، شكر دى كور مې خپل دى، موټر او نوكر لرو او...))ډاكټر سوړ اسوېلى وكړ، عېنكې يې بيا پر پوزه ټيټې كړې ورته يې وويل: (( بښنه غواړم، بښنه غواړم، پرېږدئ چې همدا خبرې مو مې� �من وكړي، تاسې لږ خاموشه شئ.))ډاكټر مېرمنې ته مخ واړاوه، هغې وويل: (( ډاكټر صېب! هر څه شته، نه پوهېږم، چې اروا مې ولې او په څه پسې ځورېږي.))ډاكټر دناروغې مېرمنې سترګې وكتلې، سترغلي يې پرې كېښكاږل، تر څو پوه شي، چې دبدن وينه خو به يې كمه نه وي،په زړه كې يې وويل: دا د[ډپرس]ناروغي ده، دغه شان ناروغان ډېر دي، خو كه د احمق مېړه خوله يې بنده شي، نو په څو پوښتنو كې يې د ناروغۍ علت معلومولى شم.دا وخت يې له مېرمنې وپوښتل: (( معمولاًٌ څه خورئ؟ م قصد مې دادى چې دسهار ناشته مو له څه سره وي، غرمه او ماښام دخوراك لپاره څه انتخابوئ؟))مېرمنې وويل: (( دهر څه پرېماني ده، څه مو چې زړه وغواړي اشپزې ته يې وايو چې پاخه يې كړي.)) مېړه يې غبرګه كړه: (( ډاكټر صېب! سهار كوچ، � �وده، پېروى، پنېر او شات خورو، غرمه بيا كوم شل رقمه خوراكونه تېار وي، دماښام ډوډۍ هم همداسې درواخله، پېسې ډې� �ې دي،زړه پرې نه سېزو، هغه ستونزه نشته چې ګوندې زما مېرمن به په شيدو يا مستو پسې ځورېږي.))ډاكټر لږه شېبه نوم وړي ته دحېرانتيا په انداز وكتل، بيا يې مېرمنې ته مخ واړاوه ويې ويل: (( عمرونه خو مو سره يو شان ښكاري، كه دا � �اته ووايې، چې واده مو په خپله خوښه شوى كه دمور او پلار په خوښه؟))مېرمن لا دا شېبه دډاكټر د پوښتنې پر ځواب فكر كاوه، چې مېړه يې بيا راغر وهل: (( ډاكټر صېب! زموږ واده خو دخپلې خوښې او رضا واده ؤ، يو له بله سره مو مينه وه، زما خو هوسۍ خوښېدله، خو داځوانيمرګه راپسې سمه لېونۍ وه، آن تر دې چې په يوه ورځ يې راته درې ليكونه استولي وو، چې يا به راسره واده كوې او كه نه نو ځان وژنه به وكړم او يا به ځان ته اور واچوم، هماغه ؤ، چې واده مو سره وكړ.)) هوسۍ خپل مېړه ته بد، بد وكتل، داسې برېښېدله چې نه يې غوښتل دخپل مېړه له خولې يې دا وروستي چټيات اورېدلي وا� �. ډاكټر هم له غوسې سور اوښتى ؤ،په زړه كې يې وويل: څه دګل غوندې ښايسته ښځه په يو احمق او لوده سړي واده ده، اوس دومره وخت نه راكوي، چې ددې مېرمنې دناروغۍ په باب پوښتنه وكړم.دا وخت يې دښځې څښتن ته وويل: (( ښه نو ته چې دهرې پوښتنې ځواب پخپله راكوې، پكار ده له تا وپوښتل شي، ويلاى شئ، چې څه كاره يې؟ يعنې څه مصروفيت لرئ؟)) هغه خپلې تڼۍ ته ګوتې وروړې او له افتخاره په ډكه لهجه يې وويل: (( ډاكټر صېب! سوداګر يم، شكر دى، له سرو او سپينو سره � �وبې كوم، په مياشت كې دچا خبره لس هېوادونه ګورم))ډاكټر يې خبره ونيوله ورنه يې وپوښتل: (( دا راته ووايه چې په مياشت كې څو ورځې په كور او څو ورځې په صحرا يې؟ ))هغه موسك شو، پر خپل خريلي مخ يې دغوښن لاس ورغوى تېر كړ، ويې ويل: (( تاسې ته معلومه ده، چې كه سوداګر هر څومره شتمن هم وي، بيا هم لالهنده وي، زه په مياشت كې دوه يا درې شپې په كور يم، كله داسې هم وشي، چې دوه درې مياشتې كور ته رانشم، بس ژوند دى، چېرته چې رزق حواله وي، سړى لكه مرغه و� �پسې الوزي...))ډاكټر د اطمنان په انداز سر وخوځاوه، لكه كومې نتيجې ته چې رسېدلى وي، ناروغې مېرمنې ته يې وكتل، � �ونډې يې بوڅې كړې او دسترګو په مهربانو حركاتو يې هغې ته ډاډ او تسل وركاوه، په زړه كې يې وويل: اوس يې دناروغۍ علت معلوم شو. بيا يې دښځې څښتن ته وويل: (( ستا ښځه به ژر جوړه شي، خو كه ته له ماسره يوې ژمنې كولو ته تېار شې!))هغه په حېرانتيا په يوه ساه وويل: ((ډاكټر صېب، ډاكټرصېب! دا ته څه وايې، زه سلو، بلكه زرو ژمنو پوره كولو ته هم تېار يم، راته امر وكړئ، كومه ژمنه درسره وكړم.))ډاكټر موسك شو،په داسې حال كې چې څه يې پر شونډو له ځانه سره تكرارول دنسخې پر ليكلو بوخت ؤ، بيا يې نسخه د معمول پر خلاف په يوه پاكټ كې بنده كړه، نوموړي ته يې وويل: (( ښه نو چې ژمنه دې راسره وكړه دا درواخله، په دې نسخه كې دې دمېرمنې درمل دى، چې كور ته لاړې دا پاكټ به څيرې كړې او ليكلې نسخه به ولولې، دا درمل په درملتونوكې نه پېدا كېږي، دا په ډيره اسانه لاس ته راځي،يوازې دژمنې په پوره كولو سره!!))  ډاكټر لا هم موسك ؤ، بند پاكټ يې نوموړي ته وركړ او ورنه يې په پاكت كې دليكلې نسخې د عملي كېدا ژمنه واخېسته.ښځه او مېړه دواړه پورته شول، لږه شېبه يې دډاكټر دخبرو د معما په اړه يو بل ته حېران، حېران وكتل، بيا يې دډاكټر پر مېز دهغه فيس كېښود او دمننې په كولو سره له كتنځي ووتل.ډاكټر په نسخه كې ليكلي وو: (( ستاسې مېرمن ستاسې مينې ته اړتيا لري، سره، سپين، خوراكونه او قصرونه د مينې ځاى نشي نيولاى، ستا نه موجوديت هغې ته روحي ناروغي پېدا كړې، دهغې دناروغۍ يوازينى علاج دادى چې تاسې هره شپه خپل كور ته راوړئ او بل ځاى پاتې نه شئ.))بيا يې دټينګار په ډول ليكلي وو: (( كه غواړئ، خپله دګل غوندې مېرمن خوشاله، هوسا او ارامه ووينئ، نو دغه وړيا نسخه خامخا عملي كړئ.))   ",وړيا نسخه 5555,," عبد الله پتمن : په نايجيريا کې پرون د يوې الوتکې د راغورځيدو له امله شاوخوا سل تنه ووژل شول .په وژل شوو کسانو کې د دغه هيواد د مسلمانانو روحانې مشر سلطان محمد ماسيدو او د هغه ځوى هم شامل دې .سلطان په ورستيولسو کلونوکې د نايجيرياد اويا مليونو مسلمانانو مشر پاتې شوى وو الوتکه له پلازمينې ابوجا څخه د سکوتو ښار په لور روانه وه چې پلازمينې ته نيږدې راپريوته. د حکومت له خوا د پنځوورځو لپاره ماتم اعلان شوې دي. د الوتکې د راغورځيدو لامل خرابه هوا ښودل شوې ده.الوتکه په بشپړه توگه له منځه تللې ده .د پيښې سيمې ته حکومتې چارواکې او د ژغورنې ډلې رسيدلې دي. دا څلورمه پيښه ده چې په يو کال کې په دغه هېواد کې رامينځ ته کيږي . . ",د الوتکې دغورځيدوله امله نايجيريا کې سل تنه وژل شوي 5556,ارمان الله ارمان لکڼوال," ارمان الله ارمان � �کڼوال کله چې په افغانستان کې دبن له پرېکړو سره جوخت يو اسلامي ،جمهوري دولت په وجود راغۍ نو ورسره جوخت دخلکو او ولس په زړونو کې دسولې ،امن،ټولينزعدالت ،مساوات او استحکام لويې هيلې را زرغونې شوې .اولس دهمدې هيلو دترسره کيدو له پاره سترګې غړولې خو دا زوريدلۍ اوکړيدلۍ اولس له دې نه وو خبر چې دجنګ او جګړې دکرغيړنې بلا پرځاي به ددوی ستونۍ درشوت ،اختلاس او اداري فساد دبدمرغې بلاپر منګولو ورخپ کيږي ،يو ځل خو په دې اتل ملت دباروتواو ګوليو اوسپنيزې ږلۍ خپل ټټر يخ کړ او دادۍ داځل ورته اداري فساد اورشوت خپله دقهراوجبر توره له تېکې را ايستلي نه چا پردې خاوره رحم وکړ اونه هم چا ددې خوار اودرديدلي ملت پر کوندو اويتيمانو دترحم لاس راتېر کړ،چاددې خوارملت له ناپوهۍ ګټه واخسته او چاهم ددې کړيدلي ملت له احتياجۍ ،په هر ه بڼه هر چا ترخپلې وسې پورې ددې باغيور ملت دزورونې هڅه کړي او کوي يې،ددې پرځاي چې دا اولس او ملت وستايل شي ،مرسته ورسره وشي داخوار او درديدلۍ ملت � �انور هم پسې ودرديده ،رابه شو دې ته چې ولې ولس اوخلک له دولت څخه واټن اخلي او ولې اولس پر خپل دولت باورله � �اسه ورکوي ممکن داهغه پوښتنه وي چې په اړه به يې دنظر څښتنان سره ويشلي وي ،خو زما پراند څولاملونه کيدلاي شي چې اولس له دولت سره واټن پيدا کړي ،اول داچې په هيواد کې دبيکارۍ ستونزه اوکچه تر پوزې رسيدلي طبعي ده کله چې يو څوک بيکاره کيږي نو هغه او دهغه بچيان به له لوږې سره لاس او ګريوان کيږي ،کله چې يو څوک په خپله اويا هم دده بچيان له لوږې سره مخامخ شي نو پرته له شکه چې نوموړۍ انسان به دخپلو غوښتنو دلاس ته راوړلو په موخه په جرايمو لاس پوري کوي ،دويم لامل زما په فکر په نشو دځوان کهول يا قشر اخته کيدل دي ،کله چې دوی نشه اييز توکي تر ګوتو نه کړي نو دوی دې ته اړ کيږي چې دنشه اييزو توکو دموندلو په موخه دکوم جرمي عمل په ارتکاب لاس پوري کړي او ياهم دهغو دلو په منګولو کې وغورځي کومې چې دتل له پاره خپلې ګټې په انارشی اوګدودۍ کې لټوي ،دريم لامل چې ددولت او او� �س ترمنځ درزاو واټن پيداکوي هغه داداري فساد ستونزه ده ،ځکه چې داداري فسادپه شتون کې اولس دولت دځان نه بولي اوبالاخره پايله دا راوځي چې خلک اوولس په دولت بې باوره او بې اعتماده کيږي چې داحالت ديو دولت له پاره دېرې بدې پايلې درلودلی شي ،دا مهال چې دولت داستونزه پوره درک کړي نوددې ستونزې دهواري په لار کې کوټلي ګامونوته هم اړتيا لري ،له کومې ورځې چې دهيواد لوی څارنوال ته دادارو دپاکوالي اوشفافيت په موخه دنده ورکړ شوي نو يو ځل بيادخلکو اوولس په زړونو کې دهيلې اواميد غوټی راټولي شوي چې نور به له ادارو درشوت او اداري فساد په ناروغۍ اخته کسان خپلې پښې سپکوي ،لوی څارنوال په خپل لومړي سفر کې دهرات په هغو چارواکو وربرابر شو کوم چې داداري فساد په بدمرغه ناروغۍ مبتلا شوي وو،لوی څارنوال ددوی ددرملنې له پاره له دندو دګوښه کيدو اودنوموړو ناروغانو دتوقيف اونيونې نسخه وليکله ،څه موده لانه وه تېره شوي چې په دې نازکو شرايطو کې له مطبوعاتو دښاغلي مجددي داستعفاخبرې راپورته شوې اولس په دې  خبره لاپسې وبګنيده په دې دليل چې دښاغلي مجددي په څېر پاکه څيره ولې له دولت سره له همکارۍ لاس اخلي خودې خبرې لاخپل تودوخۍ له لاسه نه وو ورکړۍ چې دا انګازه په خپله خقيقي بڼه راښکا� �ه شوه هغه دا چې په هرات کې له دندې ګوښه شوۍ کس دمجدديانو له کورنۍ څخه و،ښاغلی مجددي چې دجهاد په کالونو کې دخ� �کو او اولس يوباوري مشرووپه داسې کولو سره يې دخلکو ګټلو زړونو ته ټکان ورسوو ،په هر شکل لوی څارنوال چې له ه� �اته راستون شو نو شمالي ولايت بلخ ته يې  دارزونې او داداري فساد دناروغانو درملنې په موخه خپل سفر پيل کړ ه� �ته له رسيدو سره سم يې په څو دولتي چارواکو کې ددې ناروغۍ لامل(ويروس) پيدا کړ هغوۍ ته يې هم دهرات دناروغانو په څېر ددوانسخه وليکله ،لوی څارنوال خو پردې ناروغۍ اخته کسان مالوم اوښکاره کړل خو ولې چا ښودل شوي ناروغان � �وغتون ته ونه ليږل ؟له دې خبرې څو نتيجې په لاس راځې اول داسې  ښکاري چې ددولتي ارګانونو ترمنځ همکاري وجود نه لري که نه نو ولې اجرايوي ځواکونه دلوی څارنوال امر او حکم نه پلۍ کوي ؟دويم داچې دلوی څارنوال سره دنه همکارۍ علت اولامل داهم کيداۍ شي چې دسيميزو چارواکو ګټې يو له بل سره شريکې دي .اولس چې نور دهېڅ دول درد اوغم تاب نه ل� �ي پرټولو چارواکو غږ کوي چې دلوی څارنوال سره ددې درديدلي ملت دژورو زخمونو دتداوی په موخه دزړه له تله مرسته اوهمکاري وکړي ،همدادول اولس لوی څارنوال ته دهر دول مرستې اوهمکاری ټټر دبوي داولس هيله هم داده چې لوی څا� �نوال مايوسه اوناهيلۍ نه شي ځکه چې دخلکو خدمت کول رښتياهم يو ستړۍ اوستونزمن کاردی خو اجر يې دېر زيات دی څه ښه وايي چې ريښتنۍ مشر اولس په اوږو ګرځوي او دروغجن مشر دخلکو په اوږو سور وي .  ديوې شفافې اورڼې ادارې په رڼا هيله ",دلـــــــــــــوی څارنــــــــــــــوال څخه داولس لويې هيلې 5557,," ", 5558,ميرويس جلالزى," رپوټونه وايې په دې چاودنه كې لږ تر لږه ۲۹ تنه وژل شوې او تر ۵۰ ډير ټپيان شوې دې . په چاودنه كې هغه كسان په نښه شوې وو چې د صدر د ښار په يوه څلور لارې كې د دندې د موندلو لپاره را ټول شوې وو. دا چاودنه تر اوسه نده روښانه چې د چا له خوا تر سره شوې. ",د عراق په صدر ښار كې چاودنه وشوه 5559,," ", 5560,ميرويس جلالزى," د پوليسو په وينا ښاغلې خليل نرم ګوې په بغلان كې د دې ټولنې استازى وروسته له هغه تيره ورځ ونيول شوي چي لوي څاروانوالي يې د نيولو امر وكړ. ويل كيږې ښاغلي نرم ګوي دپيام مجاهد په اونيزه كې د يو مطلب په خپرولو سره په پارلماني چارو كې د دولت وزير فاروق وردګ ته بې حرمتې كړې وه . ښاغلې نرم ګوې چې مخكې تر دې د بغلان ولايت د عامې روغتيا د ريس په دنده هم پاتې شوې دم ګړې په بند كې شپې ورځې صبا كوې. د آزادو خبريالانو د دفاع د كميټې مسول محمد ضيا بوميا د دولت دا كار يو خلاف عمل وبلل او ويويل چې ښاغلې نرم ګوي بايد تر توقيف مخكې د خبرې رسنيو د سرغړونې كميسيون ته ور پيژندل شوې واې. ",د خبريالانو د خپلواکې ټولني استازى پوليسو ونيول 5561,," برازيل کې د ټاکنو مرکز څرګنده کړه چې لويس اينا سيو لولا د خپل يوازيني سيال ګرالدوالکمين په وړاندې د ٦٠ فيصدو څخه د زياتو رايو په ګټولو سره د دويم ځل له پاره ددغه هېواد ولسمشر شو . نوموړي په خپله لومړنۍ وينا کې ژمنه کړې ، چې د خوارى او بې وزلى په وړاندې به اوچت ګامونه پورته کوي او د اقتصادي پرمختګ له پاره به هلې ځلې کوي . ",لولا د دويم ځل له پار د برازيل ولسمشر شو 5562,," نبي ساحل : د بيات بنياد مشر انجنير احسان الله بيات د خپلو مرستو په لړ کې د جمعې په ورځ د وردګو ولايت د سيداباد په ولسوالۍ کې د اړوندې و� �سوالۍ ، د قومي شورا لپاره د غونډو د يو تالار د بنسټ ډبره کېښوده. دغه تالار به په يوه وخت کې د ٦٠٠ تنو د ځايولو وړتيا لري او تر څنګ به يې د يو دفتر سربېره څو عصري تشنابونه هم جوړ کړى شي. په همدغه مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د سيداباد ولسوالۍ ولسوال په افغاني لرغوني تاريخ کې د جرګو او مرکو دود ته په اشارې سره وويل چې همي� �ه افغانانو خپلې ستونزې د همدغو جرګو او مرکو له لارې هوارې کړې دي او د راتلونکي لپاره يې پلانونه پکې جوړ کړي دي. هغه زياته کړه چې همدې دود د دغه ملت د ملي وحدت ستنه جوړه کړې ده. بيات د دغه تالار د بنسټ د ډبرې د اېښودلو پرمهال د افغانانو د ټولو ستونزو د حل يواځينۍ لار خبرې اترې او مفاهمه وښوده او زياته يې کړه چې هيله لري په ټول افغانستان کې دې ته ورته د جرګو او مرکو تالارونه د سيمو د مخورو لپاره جوړ کړي. ښاغلي بيات زياته کړه چې ( . په ټول افغانستان کې وردګ په پوهه، علم او تدبر باندې شهرت لري.) نوموړي د سيمې خلکو سره ژمنه وکړه چې وخت ته په کتو سره به په بېلابېلو برخو کې نورې مرستې هم ورسره وکړي. ",سيد ابادکې دجرګود تالاردبنسټ ډبره کيښودل شو 5563,," د طالب جنګياليو د يو وسله وال بريد په ترځ کې د يکشنبې ورځ د کامديش ولسوالۍ په بازګل سيمه کې د ناټو تر مشرى لاندې د امريکايي ځواکونو ٣ تنه عسکر ټپيان � �وي او يو موټر ويجاړ شوى دى . د نورستان والى تميم نورستاني له بينوا سره د بريد او ٣ تنو بهرنيو عسکر د ټپي کيدو پخلۍ وکړ او د طالب جنګياليو دا ادعا يې ونه منله چې ٦ موټر په کې ويجاړ او ډير شمير کورني او بهرني عسکر په کې وژل شوي دي .همداشان يو طالب وياند ډاکتر حنيف ادعا وکړه چې تيره ورځ يې د خوست په هوايي ډګر چې بهرني پوځيان په کې ديره دي ٧ توغندي توغولي دي . ",نورستان کې ٣ تنه امريکايي عسکر ټپيان شوي 5564, قيام الدين سباوون,"  قيام الدين سباوون:  ګومان کوم چې تاسې به د NTFS فايل سيسټم سره په بشپړه توګه اشنايي نه لرئ، کېدى شي تاسې ځينې وخت د FAT فايل سيسټم کارونې او يا ځينې وخت د NTFS فايل سيسټم کارونې په باره اورېدلي وي.  پدې ليکنه کې به د دې دوو سيسټمونو تر منځ توپيرونه او د هغوى څخه د ګټې اخيستنې په کړنلارو خبرې وکړو:   FAT فايل سيسټم څه شى دى؟  نوموړى فايل سيسټم له File Allocation Table څخه اخيستل شوى چې د (فايل جدول شوې برخه) مانا لري، دا سيسټم په 1981م کال منځ ته راغى، دا سيسټم د کمپيوټر په نړۍ کې ډېر پخوانى او کارېدلى سيسټم شمېرل کېږي ځکه چې په ډېرو کارکوونکو سيسټمونو (Operating Systems) لکه Windows NT، Windows 98، MacOS او ځينو نورو سيسټمونو لکه UNIX کې هم FAT فايل سيسټم په کار وړل کېږي.   NTFS فايل سيسټم څه شى دى؟  مايکروسافټ کمپنۍ دا (New Technology File System) د دې لپاره جوړ کړ چې FAT فايل سيسټم ځينې کمزو� �تياوې لرلې او هغه دا چې د غلطيو، نا امنيو او داسې نورو ناسميو کچه يې مخ پر لوړېدو وه. اوس چې تاسې د نوموړو فايل سيسټمونو په اړه لږ وپوهېدئ، راځئ چې د نوموړو فايل سيسټمونو انډول په پراخه توګه وڅېړو:  له دې مخکې چې تاسې هوډ وکړئ چې کوم فايل سيسټم په Partition کې وکاروئ، تاسو بايد د دوى برابرښت او تناسب والي ته فکر وکړئ. که چېرې تاسې د دوو يا څو کارکوونکي سيسټمونو (Operating Systems) فعاليت په يو Partition کې وغواړئ، نو تاسې بايد داسې فايل سيسټم وکاروئ چې ټول کارکوونکي سيسټمونه يې وچلوي. اکثره وخت دا موضوع FAT فايل سيسټم حلوي، ځکه چې پدې سيسټم کې عمومي برابرښت شتون لري، يوازې Windows NT د هغې Partition نه چې په NTFS فايل سيسټم Format شوى وي، ملاتړ کوي. مګر دا په ياد ولرئ چې نوموړې موضوع يوازې په محلي کمپيوټرونو (Local PCs) کې د منلو وړ ده. د بېلګې په توګه، که چېرې Windows NT او Windows 98 په يوه کمپيوټر کې چلېږي، او دواړه کارکوونکي سيسټمونه (Windows NT & 98) په يوه Partition کې ځاى ولري، نو تاسې بايد Partition په FAT فايل سيسټم Format کړئ. مګر که Windows NT يوازې هغه کارکوونکى سيسټم وي چې په داسې کمپيوټر چلېږي چې هغه د نورو کمپيوټ� �ونو سره په ليکه (Network) وي، پدې صورت کې هغه کمپيوټرونه چې له دې کمپيوټر سره په ليکه کې دي، که له Windows NT پرته بل کارکوونکى سيسټم وکاروي نو نوموړى Partition چې البته په NTFS فايل سيسټم Format شوى د ليکه کولو (Networking) په واسطه په � �يکه شوو کمپيوټرونو کې د کارونې وړ دى.  د يادونې وړ بل شى چې هغه د Partition يا Volume له اندازې (Volume Size) څخه عبارت دى. FAT فايل سيسټم يوازې تر 2 GB پورې د Partition اندازه په غاړه اخيستلى شي، که چېرې د Partition اندازه له 2 GB زياته وي، تاسې بايد Partition په NTFS فايل سيسټم Format کړئ. دا بايد په ياد ولرئ چې NTFS فايل سيسټم ډېر په سر کې دى نظر FAT فايل سيسټم ته. که چېرې د Partition اندازه له 200 MB کمه وي، تاسې کولى � �ئ چې په FAT فايل سيسټم يې Format کړئ ځکه چې نظر NTFS فايل سيسټم ته د زيات Disk Space له بايللو څخه وساتل شي. د NTFS فايل سيسټم Partition لپاره منځنۍ اندازه 16 EB ده. (EB د ExaBytes نه اخيستل شوى، چې يو EB له 264 Bytes سره يا له 1024 TB (TeraBytes) سره م ساوي کېږي.) NTFS فايل سيسټم نظر FAT فايل سيسټم ته د ناسميو د ګاللو ښې اسانتياوې په خپل ځان کې لري. د بېلګې په ډو� �، کله چې NTFS فايل سيسټم په HDD کې د يو فايل په ليکنه (په فايل کې) کې بدلون راولي، نو نوموړى سيسټم د دې بدلون يوه � �خيره په يو بل فايل (Log File) کې ساتي. د HDD د ناسميو د رامنځته کېدو په وخت کې Windows NT کولى شي چې له نوموړي ذخيره شوي فايل څخه کار واخلي او ستاسې معلومات (Data) بيا ترميم کړي. همدارنګه NTFS فايل سيسټم په ځانکاري (اتومات) ډول، پ� �ته له دې چې کوم پيغام (Message) وښيي، د HDD د ناسميو ترميم کوي. په همدې ډول نوموړى فايل سيسټم چې کله يو فايل په Partition کې جوړوي، د نوموړي فايل يوه کاپي په خپل ځان (Memory) کې ساتي، بيا يې دويم ځل له نوموړي فايل سره ګوري تر څو د نوموړي فايل سره يې په انډول ډاډه شي. که چېرته کاپي د فايل سره نا انډوله وي، نو Windows NT د HDD هغه برخه چې نا انډو� �ه کاپي په کې ثبت ده، بيا يې د دويم ځل لپاره نه کاروي، وروسته نوموړې کاپي د HDD يوې بلې برخې کې ليکي (جوړوي). FAT فايل سيسټم هېڅ يو د نوموړو ساتندويه بڼو څخه په خپل ځان کې نه لري. کله چې نوموړى فايل سيسټم وغواړي چې په دويم ځل د يو فايل کاپي جوړه کړي نو لومړنۍ کاپي (چې مخکې جوړه شوې) خرابوي او له منځه يې وړي، دا په ځانکاري ډول د ناسميو د جوړولو وس او توان نه لري. پس د دې ناسميو د جوړولو لپاره يو جوړونکي لکه Scandisk ته اړتيا پيدا کېږي. د NTFS فايل سيسټم يوه بله ګټه دا ده چې د فايل د متراکم کولو (File Compression) خاصيت په خپل ځان کې لري. کله چې تاسې په HDD کې د بې� �ګې په توګه د 3 GB په اندازه Partition جوړ کړئ، نوموړى Partition له کلسټرونو (Clusters) څخه جوړ شوى چې بيا نوموړي کلسټرونه له سکټورونو (Sectors) څخه جوړ شوي دي، کېدى شي نوموړى Partition له 3000 کلسټرونو څخه او کېدى شي چې نوموړى د 1 MB په اندازه کلسټر له څو سکټورونو څخه جوړ شوى وي، که چېرته موږ وغواړو چې په نوموړي Partition کې د 3 MB په اندازه فايل ثبت کړو نو معلومه خبره ده چې پوره درې کلسټره ځاى به په Partition کې ونيسي، مګر که چېرته د 4 MB په اندازه فايل په نوم وړي Partition کې ثبت کړو نو ښکاره ده چې له درې کلسټرو پرته د څلورم کلسټر 1 MB ځاى به هم ونيسي، يانې که چېرته موږ بل فايل ثبتول وغواړو نو هغه کلسټر چې 1 MB ځاى يې د لومړني فايل پواسطه نيول شوى، بيا پکې د ثبتولو امکانات نه ليدل کېږي، سره له دې چې په نوموړي کلسټر کې د 3 MB په اندازه تش ځاى شتون لري چې بې کاره او تش پاتې کېږي ځکه د دويم فايل ثبتول د Partition بل کلسټر رانغاړي. په ترتيب سره ډېرې داسې بېلګې منځ ته راتلى شي چې ډېر زيات Disk Space بې کاره او تش پاتې شي او د Partition د ډکېدو سبب وګرځي.  د ويل شوې بېلګې څخه داسې نتيجه اخلو چې، که نوموړى Partition په FAT فايل سيسټم Format شوى وي، د کلسټرونو شمېر به يې کم او اندازې به يې ډېرې وي چې پدې فايل سيسټم کې ډېر زيات Disk Space په Partition کې تش پاتې کېږي او که چېرې نوموړى Partition په NTFS فايل سيسټم Format شوى وي نو د کلسټرونو شمېر به يې زيات او اندازې به يې کمې وي چې پدې فايل سيسټم کې د زيات Disk Space د تش پاتې کېدو مخه په Partition کې نيول کېږي او په تېزۍ سره د Partition د ډکېدو مخه هم نيول کېږي. ځکه چې څومره کلسټرونه کم او اندازې يې کمې وي، هومره په کلسټرونو کې ځاى تش نه پاتې کېږي، که پاتې هم شي، دومره زيات نه وي لکه څومره چې په FAT فايل سيسټم کې رامنځ ته کېږي. بله دا چې نظر FAT فايل سيسټم ته NTFS فايل سيسټم باندې Format شوي Partition باندې چليز سيسټم (Operating System) ډېر ښه او تېز چلېږي. لنډه دا چې NTFS فايل سيسټم ډېرې اسانتياوې منځته راوړي، که FAT فايل سيسټم په NTFS فايل سيسټم بدلول غواړئ او يا که چېرې يو داسې Partition په NTFS فايل سيسټم تبديلول غواړئ چې پکې ستاسې Data پرته وي، نو په ډېره اسانه توګه يې تبديلولى شي. د Ms. DOS کړکۍ خلاصه کړئ او لاندې کمانډ ټايپ کړئ: Convert drive_letter /fs:ntfs  د بېلګې په توګه: Convert D: /fs:ntfs به D: په NTFS فايل سيسټم Format کړي. ",د FAT او NTFS فايل سيسټمونو تر منځ توپير 5565," داکتر حسن- � �ندن","  کله راتله کله  وته  له زړه نه    جینۍ کمکۍ وه ویریده له زړه نه ماویل دغاړې غړوندی به ئې کړم    لکه هوسۍ دا ترهیده له زړه نه  مینه مې ستا په ګلا بي تصور        لکه شبنم راوریده له زړه نه خولې ته مې راوړه ستا دمیني کیسه    نوره تر زخم تویده له زړه نه وه مجازي هره لمحه دقرار     لکه سراب چې تښدیده له زړه نه زما ئې چې وخوړې دانې دهیلو    لکه کوت� �ه والوته له زړه نه لکه چې خوب دسودائي په سر شي   نه تم کیده نه مې وته له زړه نه په ګوتو نه درتله (حسنه)تاته   شنه زرغونه وه زنګیده له زړه نه ",نوره تر زخم تویده له زړه نه 5566,," د افغان رسالې  ۸۹  ګڼه له چاپه � �اووتلې چې ډیر په زړه پورې مطالب  پګښې لوستلاې سی. که  غواړي  چې  د افغان  رسالې هره ګڼه  ستاسو پر آدرس  د� �ورسیږی، نو مهربانه وکړی  خپل د کلني ګدون بيه   چې ۶۰ ډالره کیږی په لاندې پټه ولیږی: Afghan PostP. O. Box 300741027 Finch Avenue WestToronto, OntarioM3J 3L6Canada افغان رساله   / Afghan Post        -   ټورنټو   -    کاناډا تیلفون ۹۰۸۱ – ۴۷۲ (۹۰۵) Tel: (905) 472 – 9081  /فکس ۴۶۸۴ – ۴۷۲ (۹۰۵) Fax: (905) 472 – 4684 / بريښنا لیکafghanpost@rogers.com ويب پاڼهwww.afghanpost.com ",د افغان رسالې ( ۸۹ ) پرله پسې ګڼه له چاپه راووتله 5567,"� �اکټر حسن-لندن"," ستا چې اننګي په ګردي مخ کې خندان  ووینم     زه لکه چې ډک له سرو ګلونو ګلدان ووینم  روح مې په څپود � �وبیدو په ارمان  ووینم            ستا چې په مړو سترګو کې دمیني توپان ووینم  ګورم چې ښيښه کې هر سړی راته عیبجن ښکاري  هیر شي رانه ټول چې په هنداره کې ځان ووینم  ته وا چې دغره شاته غروب د مازدیګر ښکا� �ي     شال کې په بلۍ ئې چې سور مخ ارغوان ووینم  سیند دمحبت کې چې شي څاڅکي دنفرت غرونه   کله به جانانه  خدایه داسې جهان ووینم  پوه شم چې تعجب فقط صفت دافسانو نه وي   ځان چې حقیقت ته دژوندون مې حیران ووینم  ودوړه  وه زما په ټپي زړه دتغافل مالګه        خدایږو که به داسې بل دڅړیکو درمان ووینم  هر چاته چې خپله دازل برخه ور ورسي        خدای خبر چې زه به داسې وېش دانسان ووینم  ښکل به ئې تندي کړم چې پراته وي په سجدو کې تل    مات ئې  چې په زړونو کې (حسنه) بتان ووینم                                &nb; sp;                  ١٧ /١٠/٢٠٠٦ ",زه چې په هنداره کې ځان و وینم 5568,دوست," دوست - کابل ، د لړم څلورمه   له شاو خوا درې لسيزو را وروسته  پر افغانستان  سيده او ناسيده توګه پرديان حاکم دي . د دغو پرديو په حاکميت کې د هېواد اصيل بچيان چې عام وګړي جوړوي ، د تورې تر سيوري لاندې ژوند کوي . د خپلې او سالمۍ رهبرۍ  د نه شتون � �ه کبله ، هېواد په يوه لوبغالي بدل شوى او هر څوک  په کې خپل نظامي او نور د زړه د خوښې تمرينونه کوي . د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د نړۍ د ګوټ – ګوټ اورپکو ته  افغانستان يو خوندي چاپيريال واو په ډاډه زړه يې دلته نظامي زده کړې او تطبيقات کول . که څه هم دغه بهرنيان په واک کې د پاتې جهادي مشرانو ( رباني او سياف ) پخواني ملاتړي وو او هغوى ورسره حتى د ښځو ګاڼې شريکې کړې وې ، خو چې پله بلخوا درنه شوه نو ياد شويو � �هبرانو ورسره حرام نمکي وکړه . په هرصورت د طالبانو دامارت له نسکورېدو وروسته  د ناټو تر چتر لاندې د ٣٦ هېوادونو او  د امريکا تر مشرۍ لاندې د ايتلاف په چوکاټ کې  د ٢٣ هېوادونه سرتيري هېواد ته د ترهګرو د ځپلو په نيت را ننوتل . د غو سرتېرو هم له همغو لومړيو کلونو خپله نښه پخول پيل کړي او د ډېرو عامو وګړو سينې يې غلبېل کړې  او غلبېلوي يې . توپير يوازې په دې کې دى چې د طالبانو د وخت بهرنيانو له وژلو وروسته بخښنه نه غوښته ، خو اوسني بهرنيان د بخښني غوښتنې په نوم خپلو وژنو ته د روا والي نوم ورکوي . يو له دغو ولايتونو څخه  چې تر نورو ډېر د نښې ويشتلو د زده کولو په مرکز بدل شوى دى ، د وياړونو ډک کندهار دى . له دغه ولايت څخه  چې يو وخت پر ايران ،ډهلي  او ... د افغاني مشرانو واکونه  چلېدل نن په کې د پرديو په لاس هماغه غښتلى نسل وژل کېږي . د وږي  په يولسمه دغلته ناټو وږى  زر سرى ښامار خوشې کړ او په وينو څښلو يې پيل وکړ . دغه زر سري ښا مار  ( د يوه پوځي عمليات نوم ) د طالب او ترهګر په نوم د ډېرو عامو کسانو په وينو خېټه وپړسوله . خو بياهم  ناټو د دغه ولس په وژلو زړه تش نه شو او د اختر په شپو کې  يې  دد غه ولايت د پنجوايي ولسوالۍسل ګونو کورنۍ د اختر په خوشاليو کې هم د وير په ټغر کېنولې . دغلته اوس هم  د اختر د مبارکيو پرځاى زګيروي اورېدل کېږي او د ماشومانو لاسونه د نکريزو پر ځاى په وينو سره دي . که څه هم ددغې ولسوالۍ يوه تن وويل چې ددغه بمبار له امله يې  د کورنۍ ١٦ مړي يې مخ کې پراته دي  خو ،  ناټو دغه وژنه هم خپله لاس ته راوړنه وبلله او په وياړ يې وويل چې په لسګونو طالبان يې ووژل . ناټو ته  چې شايد په راتلونکي کې  به  سترو نظامي عملياتو ته چمتوالى نيسي ، افغانستان د تمرين لپاره مناسب ځاى دى . په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د تمرين خبره  له ګېډې نه کوم  ، وګورئ  د اختر په دوهم  ماښام  دکونړ د پيچ درې په متين کلي کې د آيساف ځواکونو د هاوان يوه مرمۍ په يوه کور را ولوېده، درې تنکي ما� �ومان يې ووژل او د همغې کورنۍ دوه نور غړي يې ټپيان کړل . کورنيو امنيتي ځواکونو او خپله ايساف هم  ومنله چې دغه مرمۍ سهوا د پوځي تمريناتو پر مهال په کور  را پرېوتې ده . نورې بيلګې هم شته خو د ټولو يادونه تکرار دى . دغه شان پوځي تمرينات به تر ډېره جاري وي او تر ډېره به  په  سهوي توګه (!) عام وګړي وژل کېږي . د دې دليل روښانه دى  او هغه دا  چې زموږ هېواد يو ځل بيا د خوا خوږي او خپلواک مشر له سيوري بې برخې دى . که څه هم د انتخاباتو په نوم  حامد کرزي د دغه هېواد واګې په لاس کې واخيستې خو خبره دهغه له وسه پورته ښکاري . و ګورئ ! په دغه موده کې چې کرزي ترې خبر شوى په لسګونو ځلې عام وګړي وژل شوي او کورونه يې ړنګ شوي دي خو هغه يوازې د خواشينۍ دپيغام په خپرولو خبره ټپ کړې ده . کله  خو پيغام هم ځن� �يږي او داسې برېښي چې د پيغام په ليکلو کې هم   اجازه اخيستل اړين  ښکاري . وايي چې يو وخت  ښاغلى شاه شجاع  (  ښاغلى مې ورته ځکه وويل چې د نورو واکمنانو کړنو هغه ته  د ښاغلي لقب ورکړى دى )  د کابل په بالا حصار کې له انګريزانو سره ناست و . تر بالاحصار لاندې سهار وختي څو کسان له خرو سره  روان وو ، يوه انګريز شاه شجاع ته وويل :  دغه کسان څوک دي او څه کوي چې  دومره وختي له خرو سره روان دي ؟؟ شاه � �جاع  ځواب ورکړ : دا هغه بېوزلي خلک دي چې له کنارابونو فضله مواد را باسي ،  پلوري يې او د خپلې کورنۍ خرڅ پيداکوي  ، خو تاسې دغه بېوزلي هم ارام   ته نه پرېږدئ او ير غل مو پرې کړى دى . خو نن چې نه يواځې انګريز ، بلکې په زرګونو نورو کاپرانو  زموږ د بېوزله ولس وژلو پسې راخيستې ده ، هېڅو ک نه شته چې  د شاه شجاع  خبره بيا تکرار کړي . يواځې ، بهرنيان نه ، بلکې په دې ولس خپلو کسانو هم هيله  ونه کړه او نه يې کوي . که له يوې خوا بهرنيان د ترهګرو په نوم عام وګړي وژني ، نو له بلې خوا طالب جنګيالي هم   په  بېلابېلو پلمو د خداى ج د تخليق شهکار ( انسان ) وژني او دغو وژنو ته د جهاد ، مقدس نوم ورکوي . په هر صورت د غه د ترهګرو  پر وړاندې اوسنۍ بې احتياطه مبا� �زه  او مقابل لورى  جهاد  هغه دوه ژامې دي چې په عامو هډونو هم شخوند وهي . لوى خداى (ج)  دې  په دغه ولس چې وينې يې پردي بڼونه خړوبوي ، ورحمېږي او په خپل قدرت دى د مرګ زيږونکو ټوپکو شپيلى ګونګې کړي . (  آمين )   ",د شاه شجاع په ارمان ( ددوست ليکنه ) 5569,," ", 5570,دافغانستان دکلتوري ودي ټولنه," بسم اله الرحمن الرحيم   په کن‍دهار کې دملکي خلکو دوژنې په اړه دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې اعلاميه   په ډېرې خواشينۍ سره مودخبري رسنيو له لارې خبر واخېست چې دناټو او نړيوال ائتلاف دځواکونو په بمباريو کې يوځل بياپه لسګونو عام او ملکي افغا نان په شهادت رسېدلي دي  ، انا لله وانا اليه راجعون  . موږ د کندهارپه پنجوايي کې په بې رحمۍ او بې پروايۍ سره دلسګونو بې ګناه افغانانووژل ، چې زياتره يې ښځې او ماشومان وو،  په کلکه غندو اوداعمل دانسانيت او نړيوالو کنوانسيونونو په وړاندې څرګند تېری او جنايت ګڼو  . له بده مرغه دا لومړی ځل نه دی چې دناټو او امريکا په ړندواو بې مسووليته  بمباريو کې يوزيات شمېرعام او بې ګناه افغانان وژل کيږي . ددغو پېښو تکرار کېدای شي داسې اندېښنې را پورته کړي ، چې ګواکې بهرني ځواکونه له افغانانو سره دمرستې لپاره نه ، بلکې دغچ اخېستواو يا نورو اهدافو لپاره راغلي دي . دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه دشهيدانو کورنيو ته دخپل ژورخپګان او غمرازۍمراتب وړاندې کوي او دپېښې په اړه دالاندې ټکي څرګندوي : ــ زموږ په اند په جګړه کې دملکي وګړو له ژوند سره بې پروايي به په افغانستان کې دسولې راتګ  ډېر ګران کړي ، دمخالفينو ليکې به نوره هم پياوړي شي او په نتيجه کې به دناټو تلفات او لګښتونه لا ډېر شي . ــ ناټو بايد له خپلو وسله والو مخالفينو سره دجګړې دقيقې لارې ولټوي او چېرته چې ديو ملکي فرد دوژل کېدوامکان هم موجود وي ، بايد له ړندو عملياتوڅخه ډډه وکړي  . ــ که ناټو رښتيا غواړي په افغانستان  کې سوله راشي ، بايد دافغانانو ژوند ، عقيدې او کلتوري ارزښتونو ته په ارزښت قايل شي ، له ړندو بمباريو څخه کلکه ډډه وکړي ، دبمباريو قربانيانو ته دنړيوالو معيارونو سره سم تاوان ورکړي او دبې کوره شويوکورنيو لپاره سمدستي داستوګنې آبرومند امکانات برابر کړي . ــ  له جنګي اسيرانو سره بايد دنړيوالو قوانينو له مخې چلند وشي او دجنګياليو مړوته دبې احترامۍ کلکه مخه ونيول شي . ــ  دمخالفينو دلټون په پلمه هېڅوک حق نه لري چې دافغانانو عقيدوي او کلتوري ارزښتونه تر پښو لاندې کړي . ناټو بايد دادرک کړي چې افغانستان کوم اروپايي هېواد نه دی ، دلته دکور حريم او ناموس تر ټولوا� �زښتونو  لوړ ګڼل کيږي . ــ موږ له طالبانو او نورو جنګي ډلو څخه غوښتنه کووچې دخپلو جګړه ييزو عملياتو په ترڅ کې دملکي خلکو ژوند ته کلکه پاملرنه وکړي او له دوی څخه دانساني ډال په توګه استفاده ونه کړي . دوی بايد دهغو خلکو له ژوند سره چې دوی يې دآزادۍ او ژغورنې دعوې کوي ، بې پروايي ونه کړي . ــ  موږ دافغانستان دولسي جرګې او مشرانو جرګې پر استازو غږ کوو چې که � �ښتيا دولس استازي وي ، بايد دخپلو بې ګناه هېوادوالو وژنه محکوم کړي او دپېښې له تکرارسره د جرګې په غونډو کې دنه ګډون ګواښ اعلان کړي  . ــ  موږ دبشري حقونو له نړيوالو ټولنو څخه غوښتنه کوو چې دغه ډول پېښې په کلکه وڅاري ، پر بشري حقونو هر ډول تېری رسوا کړي او عاملين يې په نړيواله کچه محکوم کړي .   په افغانستان کې دسولې او نېکمرغۍ په هيله دټولنې دمشرتابه جرګه ",په کندهار کي د ملکي خلکو دوژني په اړه اعلاميه 5571,دسلطانزﺉ ځدراڼ کورنۍ," ( ۵۹ کلن ) ارواښاد ډاکتر حاجي محمد سلطانزی ځدراڼ دزېږیدونيټه : ١٠ / ١٢ /  ١٩٤٦ م د مړينی نيټه  :  ۴  / ۹  /۲۰۰۶ م      سحرګا وه د نرګس لېمه لانده        څاڅکی څاڅکی یې له سترګو څڅ ېده  ما ول څه دي ښک� �ې ګله ولې ژاړې   ده ول ژوند مي دی یوه خو� �ه خندیده  موږدارواښاد ډاکترحاجې محمد سلطانزي ځدراڼ کورنی دټولودوستانو،وطنوالواو فرهنګي ټولنو څخه چې دارواښاد دسپيڅلې جنازې په لېږدولو او فاتحې کې يې د برخې اخیستلواو هر ډول ځان تیرنې څخه دريغ نه دی کړی دزړه � �ه کومې مننه کوي. همدارنګه موږدنوروټولو هغومينه والو څخه چې د بريښنا ليک، انټرنېټ او د تلیفون کرښې له لارې يې ځانونه دارواښادکورنی په دغه غم کې شريک کړي دي  اوموږ ته يې هراړخيزه ډاډګېرنه راکړې ده کوروداني وايواوبخښونکی لوې څښتن (ج) دهغوی ټولوته اجرونه ورپه برخه کړي. خو ډير د خواښينۍ ځای دی چې ارواښاد په داسې وخت کې د فانې نړۍ څخه سترګې پټې کړې چې دګران هیواد په هکله دهغه مسلکي، فرهنګي ، سياسي او سوله ايزژوند بنسټيز ارمانونه پوره نه شول. داروا ښاد ډاکترحاجي محمد سلطانزی ځدراڼ ارواح دښا د او فردوس جنت دځاې وي   (امين يا رب العالمين)   اه راووت له ګوګله سترګې سرې شوې پرکمبله چې موبیا د غم نارې شوې                                  سوې چيغه شوه ، مرګي (حاجي محمد) یووړ                                          اسماني تندرراپريوت هیلې مې شوې                                                        ( بابوزئ : له بېنوا ويب پاڼي)   په اخیرکې موږ د� �وی او بخـښوونکی څښتن (ج) څخه هیله کوو چې :   *      په هیوادکې د تل لپاره سوله ، هوسايي او آرامي راشي تر څو پوهان اومسلکي کسان وکولاې شي  خپل ګران هیواد ته بیرته راستون شي او په جوړولو کې يې فعاله برخه واخلي   *      دپښتـنو ترمنځ د بې اتفاقي تاريخي پړاوختم شي ترڅوهغوې وکولاې شي دهرډول معنوي،مادي اوفرهنګي طبیعي حقوقوڅخه برخه من شي او دنړی دنوروقومونو سره څنګ په څنګ د سيالی مقام ته ورسيږي.   E         يادونه :  د س� �طانزي کورنی په هیواد کې دننه او دباندې او سيدونکوافغانانو ته د تیر شوي کوچني اخترمبارکي وايي اودټولوف� �هنګي ټولنو څخه چې زموږسره د ارواښاد ډاکتر حاجې محمد په وير کې ځانونه شريک کړي او سمدلاسه يې د انټرنيټ له � �ارې پيغامونه خپاره کړي دي دزړه له کومې مننه کوي اوپه ډير درنښت سره دلته خپل ځان دهغوې دنومونود يادونې پوره وړي ګڼي. ?          د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې پيغام ?          دبېنوافرهنګي ټولني دخواخوږۍ پيغام ?          د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګونددخواشينۍ پيغام ?          د سلام فرهنګي ټولني د خواشينئ پيغام ?          د واک فونډېشن د غمرازۍ پیغام ?          د افغان ولس کلتوري ټولني ، دهمدردۍ پيغام ?          دټول افغان ويبپاڼي  پيغام   (دارواښاد ډاکترحاجې محمد سلطانزی ځدراڼ کورنۍ دغړو له خوا) ",دارواښاد (سلطانزي ځدراڼ) دکورنۍ دمنني پيغام 5572,تجارتي اعلان," تجارتي اعلان ستاسو دهرډول م� �اسمو لکه : وادونو ، کوزدې، غونډو، کنفرانسونو، کنسرټونو او داسي نورو له پاره په جرمني کي تر ټولو ښکلی او دډېرو اسانتياو لرونکی صالون په مناسبه بيه ستاسو په خدمت کي دی . ",دجرمني دافغانانو دخوښيو له پاره تر ټولو ښکلی تالار 5573,," د ناټو په يوه خپره شوې پاڼه کې راغلي چې ځواکونو يې پ� �ون د يوې وسله والې جګړې پرمهال د زابل د داى چوپان ولسوالۍ کې ٥٥ تنه طالبان وژلي او ٢٠ تنه نور ټپيان شوي دي . پاڼه پخلۍ کوي چې د ناټو يو عسکر هم وژل شوي دي . جګړې ٦ ساعته دوام کړى او په کې له هوايي ځواک څخه کار اخستل شوى دى . طالب جنګياليو په سيمه کې دجګړې پخلۍ کړى دى او ددغه ډلې يو وياند ډاکتر حنيف ادعا کړې ده چې تر لسو زيات به� �ني او کورني عسکر يې د بريد پر مهال وژلي دي . ده منلې چې يوازې دوه تنه طالبان ټپيان شوي دي . ",ناټو: زابل کې ٥٥ طالبان وژل شوي 5574,ميرويس جلالزى," د رپوټونو په حواله دا چاودنه د دو� �نبې په شپه د ولسوالې د ودانې په دننه كې له هغه ماين څخه رامنځ ته شوې چې مخكې تر مخكې پكې ځاې پر ځاې شوې وو . پو� �يس وايې په پيښه كې څوك وژل شوې ندې خو يوازې د ودانې ځينې سيمې نړيدلې دې. په همدې حال كې له چاودنې وروسته دوه ځاې پر ځاې شوې ماينونه د ملي امنيت د مامورينو له خوا شنډ شوې هم دى. ",د پكتيا ولايت په احمد بابا ولسوالې كې چاودنه شوې 5575,ميرويس جلالزى," دا ټكې افغان ولسمشر حامد كرزى د دوشنبې په ورځ په كابل كې د پاليسې او عمل تر نامه لاندي په جوړه شوې غونډه كې د خپلې كابينې وزيرانو ته څرګند كړ. كرزى وويل چې د بيارغونې پروژې بايد په زابل ، ارزګان، كندهار ، هلمند كې د اوسنې حالت په پرتله چټكې شې ځكه د دې ولايتونو استوګن له ډيرو ستونزو سره مخامخ دې. د كليو او پراختيا وزير ډاډ وركړ چې له مرسته كونكو هيوادونو يې د دي چارو لپاره د مرستو پخه ژمنه تر لاسه كړى ده. ",د افغانستان په ۴ ولايتونو كې به د بيارغونې كار چټك شې 5576,"مي� �ويس جلالزى"," د دوشنبي په ورځ افغان ولسمشر حامد كرزى په كندهار كې د ۲۰۵ اتل قول اردو له لوړپوړو چارواكو سره د يو ويډيوې كنفرانس له لاري له كابل اړيكه ټينګه كړه . كرزې په خپلو خبرو كې وويل چې افغانستان اوس يو مسلمان او پياوړې ملې پوځ لري او د ملې پوځ د سرتيرو شميره ورځ په ورځ مخ پر زياتيدو ده . حامد كرزې ډاډ وركړ چې د ملې پوځ سرتيري ، پوليس او د ملي امنيت مامورين به د هيواد د ساتلو لپاره پوره هڅې وكړې او د هغوې شميره به هم ورځ په ورځ وچته شې. افغان ولسمشر د ګاونډې پاكستان پخوانې � �وموړى وزير نواز شريف ته په غير مستقيم ډول په اشارې وويل: چې نوموړى له نن څخه څه باندي ۱۲ كاله مخكې په خپل هيواد كې د خلكو غونډو ته وويل چې دې خپل هغه آرمان ته رسيدلې چې غوښتل يې د افغانستان مسلح ځواكونه او پوځ ټوټې ټوټې كړې. خو كرز وويل چې د لوې خداې په بركت دم ګړې افغانستان يو ملې پوځ لرې. افغان ولسمشر په پاې كې د ملې پوځ له لوړ پوړو چارواكو غوښتنه وكړه چې له ټيټ پوړو سرتيرو سره مناسب سلوك وكړې . ",د نواز شريف آرمان له خاورو سره خاوري شو 5577,ميرويس جلالزى," افغان ولسمشر د دوشنبې په ورځ د وزيرانو شورا په غونډه كې د هيواد د نورو روانو حالاتو د بحث تر څنګ په افغانستان كې په خبري رسنيو غږ وكړ چې د خپلو خپرونو پر م هال دې د دولتې كسانو د وژل كيدا د خبر د خپرولو پر وقت هغوې ته د شهيد لقب وركړي ځكه هغوې د هيواد د ساتلو په لار كې خپل ژوند له لاسه وركوې. د افغان ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال كې خپريږې چې څه موده وړاندې د ملى امنيت د رياست له خوا داسې يو ليك خپور شو چې ګواكې خبري رسنې حق نلري داسې خبرونه خپاره كړې چې د افغان دولت د مخالفو جنګيالو مقاومت پياوړې كړې. د ملى امنيت له دې خبرداري وروسته د ډليزو رسنيو د ملاتړ ادارو د دې ليك په خپ� �ولو نيوكه وكړه او هغه يې د ډليزو رسنيو د قانون خلاف كار وبلل. ",حامد كرزى رسنيو ته خبر دارى وركړ 5578,," ", 5579,ميرويس جلالزى," په ولسې جرګه كې د كابل د خلكو استازى جميل كرزى تيره ورځ د كندهار والې اسدالله خالد په بې كفايتې او د دولتې چارو په سمبالښت كې په پاته راتګ تورن كړ. ښاغلې كرزى وويل چې اسدالله خالد د كندهار ولايت د امنيتي چارو په كنترول كې پاتې ر اغلې او له سپينږيرو او � �ومې مشرانو سره يې د اړيكو په ټينګولو كې هيڅ راز هلې ځلې ندې كړې او همدا دلايل دې چې د كندهار په ولايت كې د نا ام نې كچه د تيرو وختونو په پرته مخ پر لوړيدا ده او كله ناكله پكې په غټه شميره ملكې وګړې هم د جګړو قربانيان كېږې. هغه همدا رنګه وويل چې اسدالله خالد د كندهار په ولايت كې خپل شخصې تجارت كوې نه دولتې ماموريت . د ښاغلې كرزى دا تورونه په داسې حال كې د مطبوعاتو له خوا خپاره شول چې نوموړې څه موده وړاندې د خپل تره د لسمې حامد كرزى د كابينې ځينې وزيران او د كابل امنيه قوماندان په بې كفايتې او حتې د غلا په تور تورن كړل چې وروسته يې بيا � �ه خپلو څرګندونو بښنه وغوښته او روښانه يې كړه چې د دې څرګندونو پر مهال له واك وتلې وو او په عادې حالت كې نه وو. ",جميل كرزى بيا په تورونو لاس پورې كړ 5580,ميرويس جلالزى," په كابل كې د ملګرو ملتونو د سياسې نمايندګې وياند حليم صديقي يوې خبرې غونډې ته د حامد كرزې د هغې بلنې په اړه چې يې د طالبانو مشر او د اس� �امې حزب فرارې مشر ته وركړې وو وويل: دا سازمان د افغانستان د سولې د ټينګښت په لار كې د ملت او دولت هر راز هلې ځلې ستايې خو حامد كرزې بايد دې ته پام وكړې چې د طالبانو ځينې مشران د دې سازمان په تور ليست كې شامل دې او په هغوې ځينې بنديزونه هم لګول شوې دې. تيره اونې افغان ولسمشر له ملا محمد عمر او ګلبدين حكمتيار څخه غوښتنه وكړه چې د پرديو له غلامې دې لاس واخلې . ",ملگرو ملتونو له حامد كرزى د احتياط غوښتنه وكړه 5581,," افغان دولتي پوليسو د باميانو د يکاولنګ و� �سوالۍ کې د يو کمين پر مهال له يوموټر څخه ١٠٨٢ کيلو ګرام ترياک ترلاس کړي، او په تور يې دوه تنه له وسلو سره نيولي دي .د دغه ولايت د جنايي جرمونو په وړاندې د ځانګې مشر نوروز علي د پيښي پخلۍ کړى او وايي تر لاسه شوي ت� �ياک له شمال څخه راوړل شوي وو. ",باميانو کې زر کيلو ګرام ترياک ترلاسه شوي 5582,," افغان دولتي پوليسو د بغلان ولايت د پلخمري ښار د ننه د تلاشۍ پر مهال د ٩ تنو ماشو مانو د قاچاق مخه ونيوله . بغلان کې د پوليسو يو چارواکي سمونوال مختار بينوا ته وويل ماشو مان ، چې عمرونه يې له لسو څخه تر ١٤ کلونو پورې وو، بيرته خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي . د نوموړي په وينا د پيښي په تور يو تن چې امين الله نوميږي نيول شوى دى او ترې نه پوښتنې پيل شوي دي . دده په وينا ماشوم ان د جوزجان ولايت د شبرغان د عرب خانې له سيمه څخه وو . ",د ٩ ماشومانو د قاچاق مخه ونيول شوه 5583,," له غرمې وروسته درى او ديرش دقيقې د کابل ښار په اتمه ناحيه کې اقبال سينما ته نيږدې د امريکايي عسکرو په موټرو د لاسي بم بريد شوى دى ، چې بم نه دى چاوديدلى او په تور يې تر دم ګړۍ پورې څوک نه دي نيول شوي . عيني شاهدانو بينوا ته وويل چې بريد په داسې مهال کې تر سره شوى چې په سيمه کې پوليس هم حاضر وو. د کابل د امنيه قومندانۍ د جنايي جرمونو د څانګې مشر علي شاه پکتياوال د بريد پخلۍ کوي او وايي تر لاسه شوى لاسي بم د چين مارک لري . ",کابل کې په بهرنيو عسکرو د لاسي بم بريد وشو 5584,," طالب جنګياليو تيره شپه د لوګر ولايت د برکي ولسوالۍ باندې د درندو او سپکو وسلو بريد کړى دى او ادعا کوي چې ٣ تنه دولتي عسکر يې وژلي او ٥ تنه نور يې ټپيان کړي دي . طالب وياند ډاکتر حنيف ادعا وکړه چې دوه موټر او د ولسوالۍ ودانۍ په بشپړه توګه سوځول شوي او طا� �بانو ته په کې مرګ او ژوبله نه ده رسيدلې . نوموړي ادعاوکړه چې په تنګى واغجان کې يې تيره شپه يوموټر چې ګرديز کې يې ائيتلاف ځواکونو ته لوژستيکي توکي ليږدول له مينځه وړى دى .په دې اړوند د دولت رسمي وينا تر اوسه نه شته . ",طالبان : لوګرکې ٣ تنه عسکر مړه او ٥ ټپيان شوي 5585,ميرويس جلالزى," د انګلستان د دفاع وزارت وويل چې دا ياغيان يې وروسته له هغه د ګرشك ښار ختيځ لوري ته په پرته ۱۰ كيلومتري واټن كې ووژل چې د انګلستان د سمندرې ځواكونو په يوه پلې ګزمه يې بريد وكړ. رپوټونه وايې چې په دې ۲۵ دقيقه يې جګړه كې انګليسې سرتيرو ته مرګ ژوبله نده اوښتې. ",په هلمند كې ۱۰ تنه شكمن طالبان ووژل شول 5586,," ", 5587,," ", 5588,," کابل کې د عامه امنيت لومړنۍ محکمې له � �وري د يوې ناستې پر مهال څلورو بهرنيو ميرمنو ته د نيشه يي توکو د قاچاق سزا واورول شوه . دغه ميرمنې چې دوې يې د تاليند ، يوه يې د پاکستان او يوه يې د سويلي افريقا اوسيدونکي دي ، هرې يوې ته د دريو کالو بند او ٣ لکو افغانيو جريمې سزا ووارول شوه . دغه ميرمنې څو موده وړاندې د پوليسو له خواچې غوښتل يې د کابل هوايي ډګر له لارې دوبى ته نيشيه يي توکي قاچاق کړي نيول شوې وې . د محکمې يو چارواکي څرګنده کړه ، چې هغوى دوې نورې محکمې په مخې کې لري او دابه وروستۍ پريکړه نه وي. ",کابل کې٤ بهرنيو ميرمنو ته د بند سزا واورول شوه 5589,ميرويس جلالزى," ډاكټر حنيف چې ځان د طالبانو وياند بولې بينوا ته يې خبر وركړ چې د امريكايانو دا موټر يې د ميدان وردګ ولايت د سيد آباد ولسواليو په شيشك كلا كې په ماين ا� �وزولې او ټول پكې سپاره كسان وژل شوې. د حنيف د دې څرګندونو سپيناوې تر اوسه امريكايې سرتيرو ندې كړې. همدا رنګه هغه د لوګر په واغجان تنګى كې د نوموړې په وينا هغه موټر هم سوځولې چې امريكايانو ته يې اړين توكې رسول . ", طالبان : د امريكايانو موټر مو والوزول 5590,ميرويس جلالزى," د هند د باليوډ سينما وتلې ستورې جان ابرهم په خپ� �ه يو وروستې مركه كې ويلې چې كله چې دې په افغانستان كې وو او د كابل اكسپرس د فلم د ځينو برخو په جوړولو بوخت و نو طالبانو ده او د هغه ټيم ته ځينې ګواښنې كړې وې. د باليوډ دې وتلېٌ ستوري ويلي چې د نړې په هره برخه كې د هر حكومت او پادشاه د ژوند او واكمنۍ په اړه سينمايې ستورې فلمونه جوړوې او دې هم په دې كار كې مقصر نده . د كابل اكسپرس فلم چې تر اوسه بازار ته نده راوتلې په افغانستان كې د طالبانو د واكمنۍ پر مهال د يوې ډلې خبريالانو په ژوند په سفر را څرخې. دا فلم چې د باليوډ د سينا له خوا جوړيږې پرې په غټه شميره پيسې لګول شوې او د افغانستان ځينې وګړې هم پكې برخه لرې. ",جان ابراهم : طالبانو غوښتل ما ووژنې 5591,," د غزني ولايت امنيتي چارواکو منلې چې نن سهار ددغه ولايت د اندړ ولسوالۍ کې يو ځانمرګۍ بريد تر سره شو چې له امله يې يو افغان عسکر وژل شوى دى . په ب� �يد کې په خپله ځان وژونکۍ مړ او يو امريکايي او يو افغان عسکر ټپيان شوي دي . يو طالب وياند قاري يوسف ادعا کړې چې په دغه بريد کې ١١ تنه بهرني عسکر مړه او ٨ تنه نور ټپيان شوي دي .د نوموړي په وينا بريد د يو طالب محمد يوسف له خوا تر سره شوى چې دوه موټر هم په کې له مينځه تللي دي . د ده په وينا بريد د شلګر سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په ق� �ار ګاه کې شوى دى . ",غزني کې په کورنيواوبهرنيوځواکونوځانمرګۍ بريد وشو 5592,," د افغان دولت استخبارتې ادارې ويلي چې کابل ښار ته نيږدې يې داسې پاکستانى اوسيدونکى نيولى دى چې غوښتل يې څانمرګۍ بريد او ورانکاره عملونه ترسره کړي . د دغه ادارې د مطبوعاتي څانګې په وينا نيول شوى کس حافظ داود شاه نوميږي او د پاکستان د کراچى د سراب کوټ اوسيدونکى دى . د څانګې يو چارواکي ويلي چې نيول شوي کس منلې چې څه موده وړاندې د کورنيو چارو وزارت مخې ته بريد د دوى د ډلې يو تن عبد الله نومي له خوا تر سره شوى دى . چارواکى وايي له نوموړي څخه پوښتنې او تحقيقات روان دي او نوموړي د کراچىپه جامعه النوارکې زده کړه کړې ده . ",د ورانکارى په تور يو پاکستانى نيول شوى 5593,," افغان چارواکو خبر ورکړ چې نن سهارد نو� �ستان په وايګل ولسوالۍکې د ناټو ٢ تنه عسکر د سړک د ماين د چاودنې له امله وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي .د وژل شوو کسانو مليت نه دى مالوم خو ويل کيږي چې نورستان کې امريکايي ځواکونه ډير ترسترګو کيږي . په دې و� �وستيو کې په نورستان کې تاوتريخوالى ډير شوى دى .طالب جنګياليو د بريد پړه منلې او وايي ٣ تنه عسکر يې وژلي دي . ",نورستان کې د ناټو ٢ عسکر مړه او ٢ ټپيان شوي 5594,," د ننګرهار د امنيه قو مندانۍ يو وياند عبد الغفور له بينوا سره ومنله چې ائيتلافى ځواکونو نن د جلال اباد ښار د ننه د صرافانو سراى تلاشي کړ او دوه تنه صرافان يې د ظاهرشا او مزاري په نمونو له ځان سره د پوښتنو او تحقيقاتو په موخه يوړل . نوموړي وويل دوى به زيار وباسي چې د پيښي په اړوند زيات مالومات تر لاسه کړي . ",ائيتلافي ځواکونو جلال ابادکې دوه تنه صرافان ونيول 5595, د غرنــــي خواخوږی ليکنه,"   د غرنــــي خواخوږی � �يکنه نيټه : 31-١٠-٢٠٠٦ د اکتوبر د مياشتي پر ٣٠ نيټه مي خبر واوريد چي د آزاد قبايل پر باجوړ اجينسي باندي د هوائي بريد له امله ٨٠ کسان ووژل سول او وروسته د پاکستان د پوځ وياند جنرال شوکت سلطان ويله چي “دوي د سهار پر ٥ بجو باندي د باجوړ اجينسي د مرکزي سيمي خار ښارګوټي پر يوه ديني مدرسي چي جنګياليان ېي روزل، هوائي بريد کړي چي د ده پر وينا ٨٠ کسان پکښي وژل سوي دي.” دا خبري پداسي حال کي کيږي چي د سيمي خلک او پاکستاني سياستوال واي چي دا مدرسي هيڅ کله کوم جنګيالي ندي روزلي او صرف ديني ښوونه او روزنه ېي زده کوونکو ته ورکول او په وژل سوو خلګو کي ډير کوچنيان او نوي ځوانان دي.  څيړونکي دا هم وايي چي دا بريد د پاکستاني پوځيانو لخوا ندي سوي بلکه د افغانستان د لوري امريکايي هوائي ځواکونو ترسره کړي او بيا الوتکي افغانستان ته ور واپس سوي دي. د بيلګي په توګه د پاکستان د متحده مجلس عمل (د حکومت آپوزيشن) مشر قاضي حسين احمد د يو بيړني مطبوعاتي ناستي په ترځ کي د ډلييزو رسنيو استاذو ته وويل چي “دا بريد امريکايانو کړي دي او هغه ورځ به � �يري نه وي چي امريکايان به پاکستان ته راننوزي، ده زياته کړه چي په اصل کي تر ٨٠ کسانو ډير وژل سوي چي په هغوي کي څه د پاسه ٣٠ تنه کوچنيان او شاوخواه ملکي کسان شامل دي.”  اوس که د پاکستان روان سياسي بهير ته ځير سو نو ذهن ته څو پوښتني را منځ ته کيږي.  لومړي دا چي: د جنرال مشرف هغه ادعا چي “پاکستان د يو سمبال اردو خاوند او زه د هېواد واکمن مشر يم چي پر خپلي خاوري باندي پوره حاکميت لرم. ولسم� �ر ښاغلي کرزي دي پر موږ باندي بيځايه تومتونه و نه لګوي، لومړي دي بايد په خپل هېواد کي واکمن سي بيا دي پر ګاونديانو باندي تورونه ولګوي.” دا هغه خبري دي چي د تيرو څو مياشتو را هيسي ېي جنرال مشرف په کراتو ک� �اتو تکراروي.  پورتني ټکو ته که په زغرده کتنه وکړو نو ولسمشر کرزي په تيري ٥ کلني واکمني کي چي د يو ويجاړ هېواد د بيا جوړوني، ودانولو، د قامونو تر منځ د ملي يووالي، په هېواد کي د ملي واکمني ټنګښت په څنګ کي د پوهني، عامي روغتيا او ټولنيزو چارو د بيا رغوني او سمبالتيا لپاره په داسي حال کي هلي ځلي کړي دي چي د هېواد په بيلو بيلو سيمو کي القاعده او طالبان بريدونه کوي، دسيمو امنيت په خطر اچوي، بي وزلي ملکي خلک وژني او د هېواد د نوي نسل پر مخ د پوهني دروازي بندوي او د بلي خواه سمئيز ټوپکماران هم ملي واکمني ته ستر ګواښ او ولسمشر ته ستونزي جوړوي. سربيره پر دي ګاونديان هم زموږ د هېواد په چارو کي لاس وهنه او د اورپکو او ت� �هګرو ملاتړ او مرسته کوي. او جنرال مشرف (لکه څنګه چي ده پخپله ويلي دي) يو واکمن، د ښه اقتصاد، تجارت، تکنولوجي، استخبارات، اردو او اټم بم لرونکي مشر دي چي تل مدام پر خپله اردو او استخباراتو باندي نازيږي او نورو ته لارښوونه کوي. نو زما پوښتنه دا ده چي د باجوړ د خونړيزي غميزي څخه مخ کي د دوي استخبارات چيري وه؟ چي د ترهګرو دغه مرکز کشف کړي او کله چي ښاغلي کرزي (چي د مشرف په وينا يو بي واک او ضعيف مشر دي) ده ته معلوم ات وړاندي کاوه نو دوي به ويل چي دا ټول معلومات غلط دي او کرزي صرف تور لګولاي سي. جنرال مشرف اوس بايد دا اظهار کړي چي آيا دا مدرسي خپله د پاکستاني استخباراتو تر سيوري لاندي خپلي هلي ځلي مخ ته بيولي يا رشتيا دا ده چي په اصل کي مشرف پخپله يو بي واک مشر دي؟ خير زه ګومان کوم چي د دا پوښتني په ځواب باندي زموږ ټول هېوادوال پوهيږي چي حقيقت څه دي؟  دوهم دا چي: دوهمه پوښتنه مي د ښاغلي مشرف د بلي وينا په اړوند ده، څنګه چي ده ويلي دي: “زه د (٥٠٠٠٠٠) کسيز پوځ درلودونکي يم، پر خپلي ټولي خاوري باندي واک ل� �م او هيڅ کله به بهرني ځواک ونکړلاي سي چي زما خاوري ته په بده سترګه وګوري او که چيري داسي حالت راسي نو موږ هم ځواب ورکولو ته چمتو يو.” دا وينا دوي په کابل کي د مطبوعاتيانو سره د مرکي په مهال وکړه او د کابل څخه امريکا ته روان سو، ډيري ورځي نه وي تيري سوي چي ښاغلي مشرف نړيوالو ته يوه نوي موضوع را منځ ته کړل چي: “ ښاغلي ريچرد آرمتاژ د آمريکا پخواني د بهرنيو چارو وزير مرستيال د ده د استخباراتو مشر ته ګواښ کړي وو چي که چيري پاکستان د طالبانو په ضد بريد کي د امريکي سره مرسته ونکړي نو دوي به د حجر دوري ته وليږدوي (د نړي د نقشي نه ليري کړي)، په دي خاطر پاکستان د طالبانو پر ضد بريد کي د امريکي سره ودريدل.” نو خبره دلته دا ده چي ښاغلي مشرفه! هغه وخت ستاسو هغه چمتو پوځ چيري وو او ولي د امريکي د ګواښ څخه وبيريد؟ که چيري صبا ته امريکا وواي چي “د ترهګرو د لټون لپاره ستاسو پر خاوري بريد کوم. “نو مشرف صاحب بيا به هم دا مني که نه؟  نوموړي بريد لومړي بريد ندي چي د ډيرو خلکو په نظر د امريکي پوځ لخواه سوي دي بلکه په تيرو مياشتو کي هم ځيني نور بريدونه سوي دي، د بيلګي په توګه د نواب اکبر خان بګتي وژنه (چي د امريکا ضد او روسي پلوه مشر وو) چي تر اوسه پوري ثابت سوي ندي، ويل کيږي چي د امريکايانو لخوا وژل سوي دي. دا خبري په داسي حال کي خلک کوي چي د ٢٠٠٦ز کال د اګست د مياشتي پر ٢٦ نيټي د شپي په نيمايي کي د پاکستان د اطلاعاتو وزير محمد علي دراني وويل چي “دوي نواب اکبر بګتي د سټيلايټ ګرځند د امواجو په ذريعه نښه کړي او وروسته د لار ښوونکي مزائيل په ذريعه وي� �تلي دي چي دا يو کامياب آپريشن وو.” په هم دا مهال د پاکستان د کورنيو چارو وزير آفتاب احمد خان شيرپاو وويل چي “نواب اکبر بګتي د وژني کوم پروګرام موجود نه ؤ او نوموړي د ټکانو د تبادلي پر اثر وژل سوي دي او ح کومت هيڅ کله دا هيله نه درلوده.” د ځينو نورو سرچينو په حواله “د غره د چت په وليدو باندي نواب اکبر بګتي وژل سوي دي.” د پورتني ټکو څخه معلوميږي چي د پاکستان حکومت په خپله خبر نه وو چي څه پيښه سوي ده؟  جنرال مشرف په کراتو کراتو نړيوالو ته په خپلو خبرو کي ويلي دي چي “د ظلم او زور استعمال جګړي نسي ګټلاي او په خلکو کي لا نفرت ډيروي.” او تل د وزيرستان د تړون مثال وړاندي کوي. که د رښتيا دا بريد ام� �يکي پوځ نه بلکه پاکستاني پوځ کړي وي نو ولي د جګړي د لاري مخ ته ولاړل، دوي خو نورو ته لارښوونه کوي خو پخپله ولي پر هغه باندي عمل نکوي؟ که په رښتيا سره پاکستاني استخباراتو دا معلومات پيدا کړي واي چي دغه مدرسه د ترهګرو مرکز دي نو بيا ېي ولي پر مدرسه باندي ځمکني بريد ونکړ؟ کيدلاي سواي چي د نيول سوو کسانو څخه ېي يو څه نور معلومات هم ترلاسه کړي واي يا ښاغلي مشرف پر خپل پوځ باندي دونه اعتبار ندرلود چي هغه سيمي ته ننوځي او م� �ابله وکړي؟ نو دوهمه پوښتنه مي دا ده چي ښاغلي مشرفه! آيا ستاسو خاوره د بهرنيو پوځونو د تيري تر ګواښ لاندي ده که نه؟ هغه ادعاوي مو چي “څوک دا جرئت نلري چي زما خاوري ته په بده سترګه وګوري او که چيري داسي حالت راسي نو موږ به هم ځواب ورکولو ته چمتو يو.”  آيا پورتني ادعا رشتيا وه که يه؟  په پايله کي که د افغانستان تاريخ ته ځير سو نو دا په ډير افتخار سره ويلاي سو چي تر اوسه پوري کوم بهرني ښکيلاکګر ندي توانيدلي چي افغانستان اشغال کړي که څه هم زموږ خپل هېواد په دا مبارزاتو کي وران سوي دي، خو که چيري پاکستان (خپل ٥٠٠٠٠٠ کسيز پوځ سره) د لومړي ځل لپاره د ښکيلاکګرو د بريدونو لاندي راسي، آيا دوي توانيدلاي سي هغه ميړاني چي افغان ولس و نړي ته ښودلي دي دوي ېي هم وښــــي.   ای کشته کی را کشته ای تاکشته شدی، زار!!! ",د پاکستاني پوځ چټکتيا که د امريکي پوځ تيري؟ 5596, ارمان الله ارمان لکڼوال,"  ارمان ا� �له ارمان لکڼوال شک نشته چې جنګ او جګړې موږ ته په مادي اوماناوي لحاظ داسې زيانونه راواړول چې جبرانول او بيالاس ته راوړل به يې رښتياهم کالونه کالونه وخت په برکې ونيسي .په مادي لحاظ مو که تعميرات ،پ� �ونه ،سړکونه اونور وران شول خو اباد به شي مګر په ماناوي لحاظ مو داسې لويې وتلي ،سياسي ،ټولنيزې ،فرهنګي اوادبي څيرې له لاسه ورکړې چې دهغوی بيا په لاس راوړل رښتياهم له امکانه ليرې کاردی خو کله چې دبن دپرېکړو سره سم په افغانستان کې يوقانوني او دخلکو په خوښه دولت په وجود راغۍ او دهيواد په پاکه اوسپيڅلي فضاباندې دسولې او امنيت کوترې په الوت شوې نوخلک ډېر خوښ او خوشاله و چې نور به موږ دقانونيت اوعدالت په لوري ګړندي ګامونه اخلو ،حق به حقدار ته سپرل کيږي اوبالاخره به په ټولنه باندې ټوليز عدالت خپلې رنګينې منګولې ښخوي ،خوداټولې هيلې اوارزوګانې هغه په اوبو لاهو شوې چې له ټولو دولتي ادارو څخه داداري فساد بوی راپورته شو او بالاخره دې بوی ټول هېواد په درد او مصيبت اخته کړ ترټولو بده يې دا شوه چې دې ناوړې او بدمرغې ناروغۍ خپلې ريښې زموږ ترمعارفه هم وغزولې وېره داده چې په ښوونه اوروزنه کې ددې ويروس دپاتې کيدو له امله به داناروغي زموږ دفرهنګ په يوه برخه بدله شي چې ډېرې وخيمې او بدې پايلې به ولري ،تاسو فکر وکړی چې په دې خوار او م يړاني ملت جنګ څومره لوبې وکړې خو اوس ورته داداري فساد ناروغانو خپله ناولي توره تېره کړي او غواړي چې هره ورځ يې ددې درديدلي ملت په ستونې راتېره کړي نه پوهېږم چې ولې مو دملې احساس سترګې دومره ړاندې شوي چې ددې درديدلي ملت ژور زخمونه نه شو ليدلۍ ،همداډول مو دخاورې اوهېواد پروړاندې دمسوليت احساس دومره کمزورۍ شوی چې دخپلې يوې افغانۍ څخه دهېواد په لکونو افغانۍ قربانوو په بله ژبه تل خپلو ګټو ته په ملي ګټو لوړوالۍ ورکوو که چېرې موږ ددې روحيې په درلودلو سره دهېواد وده اوترقي غواړو نوده پرته له خوبه بله مانانه لري ،ښه به داوي چې دهيوادنۍ مينې په ښکاره کولوسره ځانونه ددې خوار او کړيدلي ملت اوولس دچوپړ اوخدمت له پاره راوړاندې کړو په داسې کولو سره به له يوې خوا دهېواد پروړاندې خپل مسوليت ادا کړو اوله بلې خوابه دهېواد په ابادی او سم سورتيا کې بارزه اورغنده ونډه ولرو ،راځۍ چې درشوت اواختلاس په ځای په هېوادنی مينه اوروحيه ،په پوره صداقت او ريښتينوالۍ سره ددې درديدلي ملت دښيرازی اوسوکالۍ په لار کې رغنده اوپرځای  ګامونه پورته کړو .نوربيا.............. ",اداري فســـــــــاد يــــــوه ملي نـــــــــاروغــــــــــــي ده 5597,," د زابل مرکز قلات ښار ته نيږدې د سپين بندسره نن غرمه د افغان دولتي عسکرو او طالب جنګياليو ترمينځ مخامخ نښته وشوه چې له امله يې د عيني شاهدانو له خولې دواړو ښکيل لورو ته مرګ او ژوبله اوښتې . يو طالب وياند قاري يوسف ادعا کړې چې د جګړې پر مهال يې ٧ تنه دولتي عسکر وژلي دي . نوموړي منلې يو طالب مړ او ٢ تنه نور ټپيان شوي دي .د زابل يو امنيتي چارواکي د نښتې پخلۍ وکړ ، خو د مرګ او ژوبلې په هکله يې له بينوا سره بې خبري وښوده . ",زابل کې شکيل لورو ته مرګ او ژوبله اوښتې 5598,," پو ليسو پرون د کابل ولايت د قره باغ و� �سوالۍ د پل بازار سيمه کې ٣ تنه له ١٢ کيلو ګرام چاوديدونکو توکو او ريموټ کنټرول سره يو ځاىنيولي دي . د کو� �نيو چارو وزارت مطبوعاتي ځانګې له بينوا سره د پيښي پخلۍ وکړ او وايي نيول شوي کسان د زياتو تحقيقاتو په موخه امنيه قومندانۍ ته سپارل شوي دي . همداشان څانګې رپوټ ورکړ چې پوليسو پرون د فراه د کجک او کوره په کليو کې يو لړ عمليات کړي او له دښمن سره يې د تړاو په تور ٣ تنه هر يو عبد المنان ، فخرالدين او رحيم الدين ، له دوربين ، تفنګچې او دريو موټر سايکلو سره نيولي دي . ",٣تنه له چاوديدونکوتوکو سره يوځاى ونيول شول 5599,میرویس جلازی," د صفيه عمه جانې قاتل ونيول شو، د كندهار پوليس وايې نوم وړى قاتل يې وروسته له هغه ونياوه چې د عمه جانې د وژنې پر وخت د قاتل موټر سايكل چلونكې ځان پوليسو ته وسپاره. د قاتل موټر سايكل چلونكې ويلې چې دى ملامت نه دى ځكه قاتل ورته د مرګ ګواښ كړى وو چې دى د كندهار ۵ ناحيې ته چيرته چې عمه جانه اوسېده ورسوې. پوليس وايې د موټر سايكل چلونكې د معلوماتو له مخې يې د صفيه عامې جانې قاتل پرون وروسته له هغه ونياوه چې د هغه په پټن ځاى پوليسو چاپه واچوله. صفيه عمه جانه څه باندي يوه مياشت مخكې په كندهار ولايت كې له خپل كور څخه د وتلو په حال كې وه چي په يوه وسلوال بريد كې ووژل شوه. پوليس وايې د هغې قاتل د ګلبدين حكم تيار په مشرۍ د اسلامې ګوند يو وتلى قوماندان دى. ",د صفيه عمه جانې قاتل ونيول شو 5600,میرویس جلالزی," ناتايد شوې راپورونه وايې چې دا غونډه د كندهار د ميانشين ولسوالې په ښايسته ګل سيمه كې پرون تر سره شوې. په غونډه كې د راپورونو په حواله د طالبانو ځېنې قوم اندانانو لكه ملا محمدعظيم، عبدالرازق، محمد نقيب، محمد غنې او عبدالحميد ګډون درلود. غونډه والو د طالبانو په راتلونكو تكتيكونو او پلانونو خبري كړې دې. ",طالب مشرانو په ميانشين كې غونډه وكړه 5601,میرویس جلالزی," د رپوټونو په حواله دا كسان د كندهار په پينځمه ناحيه كې تيره ورځ نيول شوي او دم ګړې تر څيړنو لاندې نيول شوې دې. ",دوه مشكوك كسان په كندهار كې ونيول شول 5602,ميرويس جلالزى,"   په افغانستان كې د ناټو ځواكونو عمومې مشر  جنرال ډيويډ ريچاردز پرون  په كابل كې ويلې چې  دوې نشې كولاې په شپږو راتلونكو مياشتو كې په  ورسره  كمو تجهيزاتو د طالبانو مقاومت مات كړو خو سره له هغه هم ناټو ځواكونه هڅه كوې چې د ملكې وګړو  ملاتړ  خپل كړې. بريټانوې دې جنرال د هغې پوښتنې په ځواب كې چې ناټو كولاې شې په لنډه موده كې د افغانستان د سويل امنيت ټينګ كړې كه څنګه ؟ وويل  : نه ! ځكه چې طالبانو د سويلې ولايتونو د خلكو په مينځ كې پراخې ريښې زغلولې خو هيله لرو چې د پرمختيايې او بيارغونې د پروژو په پلې كولو د خلكو زړونه خپل كړو. ",ډيويډ ريچارډز: په لنډ وخت كې بريالتوب ناشونې ده 5603,ميرويس جلالزى," جنرال امين الله امر خېل نن سهار خبري اژانسونو ته وويل چې نوموړى د ناپېژندل شوي كس له خوا په مرګ ګواښل شوى دى. جنرال امين الله چې په دې ورستيو و� �ځو شپو كې د لوى څارانوال عبدالجبار ثابت د جهاد په لړۍ كې له خپلې څوكۍ وغورځول شو هغه ټلېفونې خبري يې هم رسنيو ته واورولې چې پكې په پښتو ژبه يو كس هغه ته ګواښنه كوله چې له څوكۍ خو ليرې شوې اوس نو په دنيا كې هم ستا لپاره ځاى نشته او له ماشومانو سره به دې يو ځاى ووژل شې. جنرال امين الله د خپل ځان د ساتني په اړه شديده اندېښنه لرې. ",د هوايې ډګرد پوليسو پخوانې مشر وګواښل شو 5604,ميرويس جلالزى," په ملې شورا كې د هلمند د خلكو وكيلې نسيمه نيازۍ ويلې چې د هلمند ولايت له موسى كلا ولسوالې څخه د ناټو ځواكونو له وتلو وروسته دا ولسوالې په بشپړه توګه د پخوانېو طالبانو لاسته ورغلې او هغوى په دې ولسوالې او اړوندو كليو مسلط دې. هغه وايې كله چې دې دا خبرې په پار� �مان كې وكړې نو د هلمند ولايت د دولتې چارواكو له خوا هم ګواښل شوې ده. له بلې خوا په كابل كې د هلمند ولايت څخه راغليو اوسېدونكو وويل چې د هلمند له ولسواليو د ناټو ځواكو وتل د دې معنى لرې چې دا ولسوالې د يوه په بل پسې د طالبانو لاسته ورځې او دولت بايد د دوى غم وخورې. ",طالبان په موسى كلا كې بريالې شول 5605,," د پاکستان ولسمشر جنرال پرويز مشرف افغان پولې ته نيږدې په باجوړ کې په مدرسه د بريد دفاع وکړه او پخلۍ يې وکړ ، چې په هوايي بريد کې وژل شوي کسان يوازې وسله وال جنګيالي وو.مګر په زرګونه پاکستانيان چې ددولت پر ضد يې پرون په قهرجنو لاريو نو لاس پورې کړئ وو،په دې باور دي چې په بريد کې ټول وژل شوي کسان د ديني زده کړو طالبان وو، چې حتى ځينې د ٨ کلونو په عمر وو او د بريد پرم هال بيده وو. لاريون کونکو د پاکستان د پوځ دا عمل وغانده اويو شمير علماوو د جوماتونو له لارې خلک دې ته را وبلل چې د پاکستان پر دولت بريد وکړي . په بريد کې تر ٨٠ ډير کسان ووژل شول او مدرسه په بشپړه توګه له ميځه وړل � �وې ده . ",پرويز مشرف په مدرسه د بريد دفاع وکړه 5606,," ", 5607,ميرويس جلالزي," د رپوټونو په حواله دبې بې سې نړيوالې راډيوې شبكې چارواكې هڅه كوې چې په خپل دې دوه مياشتنې كمپاين كې د افغانستان په شپږو لويو ښارونو(كابل، كندهار، غزنې، جلال � �باد، مزارشريف او هرات كې خپله راډيويې وړتيا د نورو خبري چاپې تصويري او صوتې رسنيو په وړاندې معلومه كړې. د دې راډيو يوه چارواكې ( الين بوت) وويل دا لومړى ځل ده چې بې بې سې په دې كچه ستر كمپاين په لاره اچوې تر څو خپل توان او جذابيت دپرمختللې نړۍ په ډليزو رسنيو كې د افغانستان په دننه كې معلوم كړې. دا راډيو چې له څه باندې دوو لسيزو � �اپدې خوا په افغانستان كې په بريالۍ توګه خپرونې كوې او دم ګړى دافغانستان په ۱۸ ولايتونو كې په اف ام څپو خپرونې لرې. ويل كيږې بې بې سې د افغانستان ۷۰ فيصده نفوس دم ګړى تر خپل نشراتې پوښښ لاندي لرې او د افغانستان په دننه او بهر كې بې شمېره اورېدونكې لرې چې د هري بلې افغانې راډيو په پرتله بېسارې دې. ", بې بې سې راډيو يو ستر كمپاين پيل كړ 5608,," خوست کې امنيتي چارواکو منلې چې د افغان او ائيتلافي ځواکونو د عملياتو په ترځ کې تيره شپه ګربز ولسوالۍ کې ٣ تنه شکمن طالبان وژل شوي او د يوې ميرمنې په ګډون ٤ تنه ټپيان شوي دي . چارواکي ادعا وکړه چې يوتن شکمن کس نيول شوى هم دى .د چارواکو په وينا عمليات د طالب جنګياليو د پټن ځايونو د له مينځه وړلو په موخه ترسره شوي دي . ",خوست کې ٣ تنه شکمن طالبان وژل شوي 5609,," ددغو ودانيو کار پرون په داسې حال کې پيل شو چې ١٧٢ ښوونځۍ په دغه ولايت کې ودانۍ نه لري . د نورستان والى تميم نورستاني له بينوا سره وويل چې ددغو ښوونڅيو د جوړولو کار به په دريو مياشتو کې بشپړ شي او ١٣ نيم ميليون افغانۍ لګښت به پرې راشي . د نوموړي په وينا ددغو ک� �يوالو ښوونځيو لګښت د يونيسف اداره پرې کوي او هر ښوونځۍ به ٤ خوني او دوه تشنابونه ولري ، چې هر څه په پاخه ډول جوړيږي . ",نورستان کې د ٢٠ ښوونځيو نوې ودانۍ جوړيږي 5610,," نن له غرمې وروسته د ٣ او ديرش دقيقو پر مهال کندهار کې د ناټوځواکونو پر تيريدونکي کاروان بريد شوى دى ، چې له امله يې تر دم ګړۍ د مرګ او ژوبلې په اړوند � �پوټ نشته . سيمه کې عينې شاهدانو بينوا ته وويل بريد په يو پلنکوچ موټر کې د کندهار او سپين بولدک غزيدلي سړک په اوږدو د شوراندام سيمه کې ترسره شوى او دم ګړۍ سيمه د ترافيکو پر مخ تړل شوې اود ناټو چورلکې د بريد ځاى ته نيږدې ناسته کوي . کندهار کې د ناټو يو وياند سکارډين ليډر چاک له بينوا سره د بريد پخلۍ وکړ او زياته يې کړه دوه عسکر په کې ټپيان شوي دي.نوموړى د ولسي وګړو د مرګ او ژوبلې په اړوند بې خبري وښودله . په بريد کې ځانوژونکى هم وژل شوى دى . ",د ناټو پر ځواکونو ځانمرګۍ بريد شوى دى 5611,انجنير سيد عبدالقادر," انجنير سيد عبدالقادر  اې وطنه ٠ لاس تړلې درته ګورم خوله می ډکه داوبو ده ٠ ٠ ستا ملت چی په زوریږ ی دغه توره دپر دو ده  څه ښه ئې دې ویلې چه یوه ورځ دبلی مور ده ٠٠ ژر لا سونه سره ورکړی چه دا هم پر تیریدوده  اې جهانه ٠ ولی چپ یاست ؟  ولی مو دقضاوت کولو څخه مخ اړولی دی ؟   تا سو خو هر وخت دبشر اودهغوی دحقوقوچیغی او ناری وهلی ولی نن تر کوم سیاسی سیوری لاندی راغلی اوځانونه موچپ نیولی دې ؟ نور لازمه نه ده چه په جهان کی دي دبشر دحقوقو تر نامه لاندی دروازی خلاصی اودبشر دحقوقوپه نامه دي پاڼی خپری او امتیازونه دي وا خيستل سي .ایا تاسوئې نه ګوری او که ئې نه اوري چه نن افغان زوریدلی ملت دتروریزم اودموک� �اسی تر مفاهیمولاندی دابر قدرت اونوروضد بشری کړیوپه اورونوکی سوځی ددی زوریدلی غیور ملت ګناه څه ده ؟ جواب راکړی ایا دائې ګناه ده . چه وتیلوته درسیدو پر لویه لاره پروت دی ؟ اوکه ئې ګناه داده چه په خپل غیږ کی بی ح سابه پټی خزانی لری ؟ اوکه ئي ګنا ه دا ده چه ولويوقدرتونوته دستراتيژيک سنګراهميت لري؟اوکه بالاخره ګناه داده چه په خپل تاریخ کی ئې لوی استعماری ځواکونه پر ګونډو کړی دې ؟ که دنوی امپر یالستی جهان په عقیده داستره ګناه وی نو دداسی ورځو انتظا ردی دریمه نړی او هم نور هغه مملکتونه وباسی چه دداسی ګناهونو مرتکبین دی ٠خیر دی چه نن افغان ملت ته څوک دنجات لاس نه ورکوی اوداغیور ملت ئې دپاڼ او پړانګ په منځ کی داسی راوستلی دی چه هرڅه ئې ځنی اخستی لاسونه او پښی يي ورتړلی اوداملت فقط دخپلی زورونی تماشا کوی هری خوا ته چه ګوری تر مختلفو ن� �ابونولاندی دښمن ورته ولاړ دی او که دادزورګوئې سیاست دافغان لاس تړلی ملت په مقا بل کی ادامه پیداکړی شاید نورنوداوبو په څیر ځان وجوش ته نیږدی اوپایلی به ئې منطقی او جهان ته دخوښی وړ نه وی ٠ بایدووایوچي دکوچنی اختر په دوهمه دچهار شنبی دشپی پر دوبجو دڅووم ځل دپاره دناټوبی رحمه او بی شرمه ځواکونو دلوی قندها ر دپنجوائې دولسوالۍ پر ماشومانو ، ښځو،زړو،اوځوانانو چه په خوا ږه خوب کی په څیروخیمو اوکنډوالوکی بیده وه ، دا سی یو برید تر سره کړ چه دا ځل ئې دبرید په ساحه کی نه انسان پریښوې اونه حیوان دابرید په داسی وخت کی تر سره سوو چه ددی ولسوالۍ دپاکو ماشومانو اوښځولاسونه او پښی داختر دخوشحالۍ په نکروځوسر ه اوداختر ددریمی ورځی دخوشحالۍ په انتظا رکی بیده وه چه ناببره دناټو دبی رحمه ځواک تر برید لاندی راغلل اوستر ګی ئې دابد دپاره ددی فانی دنیا څخه پټی سوی ٠ یوه زوریدلۍ افغان ددی شپی دناټو دبمبا ردونو انځور دبی بی سی دراډیو دلاری داسی بیان کړ : ــ دشپی پر دووبجوباندی چه موږ ټول په خواږ ه خوب بیده ووناڅاپه دناټودځواکونو تر هوائې بمبا� �دونو لاندی راغلو، دلته اکثریت په خیمو کی ژوند کوو دخپلی کورنی ١٥ کسه مې مور،پلار، وروڼه ، خویندي اواکا ګان مې ټول دلاسه ورکړل تنها ما خپل یو کوچنی ورور په غیږ کی وا خیست او یوې ویالې ته مې ځان واچا وه وروسته په ژړا سو و اوپه لوړاواز ئې وویل :دخدای پار دی ټول ئې خلاص کړ و ! او دوی هر ځل وائې چه تیر وتنه ده او نوری خبری ئې دراډیو دلار ی قطع سولۍ ٠ ددی سیمې یوبل افغان په ډیر ه تنده لهجه داریانا دټلویزون نماینده ته بیا داسی وویل :  موږ ولی دطالب سره یوځای نه سوزموږ لوې دښمن خو دی دې نه طالب دوې په یوه ساعت کی زموږ ٦٣ بی ګناه انسان � �هیدان کړل او طا لبانو زموږ دوه نفره شهیدان کړې دې نورې خبر ئې دټلویزیون دصفحی څخه قطع سولۍ ولې ددې مکر� �وپيښوپه مقا بل کي ا فغا ن دولت هرځل دپيښي ځا ي ته يوهيئت ليږلي اودقربا نيانوپا ته کسانوته يئ تسليت اودحوص� �ي غوښتنه کړيده ٠ سوا ل دادي چه څونه ودي بشري جنايا توته حوصله وکړي ؟ ایادزوریدلي ملت حوصله به دناټو دي بشري جنایاتو ته دپاي ټکي کښیږدې او که به دافغان مشر تابه او ولسي جرګي چټک او جدي غبرګون دداسوپیښو مخ نیوي وکړي معلومه خبره ده چه حوصله نه بلکه جدي اوچټک غبرګون اودمډالونودورکولوپرځاي دبشري جنایاتوعامیلونوته دمجازاتو غوښتل به دبي ګناه انسانانو ژوند وساتي دمثال په ډول تقریبایوه نیمه میا� �ت مخکی دکندهار دولایت دپنجوائې ولسوالۍ ته یو هیئت چه درې دجمهور ریس صلاح کاران او یو هم دکورنیو چارو دوزارت اداري مرستیال ؤ و تعین او سیمې ته ئې دعینې راپور په خا طر ولیږل چه بیا دراستنیدو څخه وروسته داریانا دټلویزیون پر پرده هم څرګند سول اودنطاق دسوال په مقابل کی دپیښې بيان داسې وکړ چه موږ ساحه دنیږدې ولېدله اوم خکې دناټو تر عملیاتو ١٥٠٠٠ کورنیو کوچ کړی ؤ او دکندهار دولایت دخواه څخه هغو ته تیاري نیول سوي وه نوري کو� �ني چه په سیمه کی پاته سوي وي شاید دطالبانو سره به ئې اړیکي درلودلې ولي په دې پیښه کی صرف ٥٧ بي ګناه انسانان دیوي انتحاري پیښي په شمول شهیدان سوي دې اوبس ٠ په داسي حال کې چه ددی عملیاتو په لومړ ی هفته کی دمحل خلګو نا� �ي اوچیغي وهلي چه دخداي پاردي په محا صر ه کي پاته یو دولت زموږ سره کمک ونکړ اوموږ ته ئې ٢٤ ساعته وخت راکړ او والۍ و موږ ته د٣٠ څخه تر ٤٠ موټره پوري راولیږل چه هغه ته هم دوه چنده خلګ پورته سول په داسي حال کي چه په دي سیمو کی په سل ها وو زره انسانان ژوند کوي چه دا ټولي دخلګو نا ري او څرګندوني په مختلیفو رسانیو کي خپري سوي هم دې چه په نتیجه کي په سل هاوو بي ګناه انسا نان شهیدان اوپه سل هاوو کورونه ئې دهر څه سره دمنځه ولاړل اوپو� �تني کمیسیون په خپل غیر عیني را پور سره دوطن په اصطلاح خپل ایما نونه ئې په تر خه کي کښیښوول چه شایددیو تعداد لوړو چارواکو تر تاثیر لا ندي به ئې دا را پور تهیه کړي وه او یا دولسي جرګي دریس ډیرکمزوري عکس العمل دلومړني پیښي په مقابل کي شاید دغه ټولوڅرګندونوو دناټو ځواکونوته نور هم دا جر ائت ورکړي وي چه دبشري جنایاتو په کولو سره افغان چارواکي کوم جدي عکس العمل دخپلو خلګو په دفا ع کي نه ښکا ره کوي ځکه نود ناتوځواک هم دمکر رو بشري جنایاتودمخ نیوي په هکله کوم مؤثر قدم وا نه خیستي او کوم جدي مسئولیت ئې دافغان ملت په مقا بل کی احسا س نکړ ٠ که افغان دولت په رشتیا دخپلو خلګو په مقابل کي ځان مسئول ګڼي نو دداسي بشري ناورينونودمخنیوي په خاطر په کار ده چه : پرته له سیا سي ، منطقوي ، قومي او لساني تعصبه یوه مشترکه ١٥ کسیزه شورا دمجربوسیاسي کار پوهانو او مجربو لوړو زده کړو لرونکي نظا مي کار پوهانو څخه جوړه او فقط دجمهور ریس تر ریاست لا ندي دمملکت دټولوسیاسي او نظامي ستونځود حل په لټه کي سي چه په هغه صورت کي به دنا ټو دپټو سترګو دبمباردونو مخ نیوي هم وسي اودپاکستاني سلارانو او یو تعداد نوروکړ یو دترورستي عملونودمخ نیوي په خاطر به هم کلک ګامونه پورته سوي وي او وروسته نو بیا دولت کولاي سي چه دخلګو په ګټه ستر اقتصادي قدمونه پورته کړي ٠  اوکه نه نو داد پیامونواودکمیسیونونولړ ي به ادا مه ولري ٠ ", پنجوايي بياداور په لمبو کي وريت سو 5612,ارمان الله ارمان لکڼوال," ارمان الله ارمان � �کڼوال لوی خدای (ج) انسان دمخلوقاتو اشرف پيداکړ ،دعقل او فکر په لويه اوممتازه قوه يې ددې له پاره سمبال کړ ترڅو دهمدې قوې له لارې طبعيت او چاپيريال ته دځان اونورو انسانانو دګټې په موخه لوی او ژور بدلونونه ورکړي ،هغو انسانانو چې دعقل او فکر له قوې څخه يې  په همدې موخه ګټه واخسته نو ګورو چې نن دمريح پر کنارو باندې دخپ� �و ملتونو دژوند له پاره امکانات لټوي  خو برخلاف هغوی چې دعقل او فکر دا لويه قوه يوازې او يوازې دورانونې ،بربادونې او جنګ له پاره متوجه کړي نو ګورو چې هغوی دفقر،غربت ،بېکارۍ اواحتياجۍ پر اسپه سپاره مزلونه کوي ،چې مهمه بېلګه يې زمونږ افغانې ټولنه ده ،افغانان په شجاعت او ميړانه کې دځان سيال نه لري خو ستونزه داده چې تل يې په خپلو کې يودبل له پاره ستونزې اومشکلات پيداکړي دستونزو دحل له پاره يې دسنجول شوي او معقولې لارې پر ځای تل دجنګ لار غوره بللي ددې لوی علت او لامل له يوې خوازموږ دسياسي بصيرت کموالی او له بلې خوا دافغانانو له اح تياجۍ اويې وسۍ دپرديو بې ځايه ګټه اخستنه وه  همدا دسياسي بصيرت کموالۍ او د احتياجۍ دکچې لوړوالۍ ددې لامل شو تر څوافغانان خپل ځانونه دمختلفو ايديالوژيو په تار پوري وتړي او بالاخره دهيواد اوخاورې دګټی پرځای ګروپی ګټوته ژمن او وفادار پاتې شي ،مونږ او تاسو دسر په غوږو وليدل چې جنګ اوجګړې پرته له ورانی او ويجاړی موږ ته نور څه په ګوتو راکړل دنړۍ ملتونه ددېرشو کالونو په موده کې دودې اوترقۍ ترکومې پولې ورسيدل خوموږ دودې او ترقی دا رنګينې شيبې دهيواد په ورانونه او ورور وژنه کې تېري کړې خلک تر مريحه ورسيدل خوموږ دزمکې په سر په خپل ژوندانه پورې ستړي او حيران يو  پوښتنه داده چې ولې جنګ او ياهم جنګ دڅه له پاره ؟ژور فکر وکړۍ جنګ دانسانانو مرګ دی دحيواناتو مرګ دی دنباتاتو ،حشراتو او مرغانو مرګ دی نو بياجنګ دڅه له پاره په جنګ کې دافغان دتورزن او ميړانې ملت بچيان وژل کيږي دهمدې باتور اوشجاع ملت درنې ميرمنې پکې کونډې او بچيان يې يتيمان کيږي نوجنګ دچاسره او دڅه له پاره ؟راځۍ چې نور په دې خاوره او ولس رحم وکړو دجنګ او جګړې پرځای پدې ملت اوخاوره دسولې او امنيت ښاپېرۍ حاکمې کړو ترڅو به افغان دافغان په لاس وژل کيږي او يابه هم ترکومه دا دورانۍ او ويجاړۍ توده لوبه همداسې ګرمه او توده وي ښه به داوي چې په پوره ميړانه او شجاعت جنګ ته دتل له پاره بدووايو . ",جنګ دڅــــــــــــــه له پاره ؟ ( دارمان الله ارمان لیکنه ) 5613,," طالب ویاند ډاکټر حنیف حنیف بېنوا ته ویلي چي  د عبیدالله په نامه یو تن چي نن ئې په  کندهار کي ځانمرګي بریدد ناټو ځواکونو پر کاروان  ت� �سره کړ، دناټودوه موټره ئې له منځنه وړي .اوپکښي سپاره شپږ بهرني فوځیان يې وژلي . دغه برید  د کندهار او سپین بولدک پر پرته لار  د ښوراندام په سیمه کښي  د ناټو پر ځواکونو نن  د غرمې وروسته  شوی . کندهار کې د ناټو يو وياند سکارډين ليډر چاک له بينوا سره د بريد پخلۍ وکړ او زياته يې کړه دوه عسکر په کې ټپيان شوي دي.نوموړى د ولسي وګړو د مرګ او ژوبلې په اړوند بې خبري وښودله . په بريد کې ځانوژونکى هم وژل شوى دى . ",طالبان : دکندهارپه ځانمرګي بریدکي ۶ بهرنيان وژلي 5614,," افغان دولتی پولیسو د تلاشۍ پرمهال دپلخمری ښار کې نن د تخار ولايت ٣ تنه استوګن چې ٨ ماشومان يې بهرته ليږدول نيولي دي . بغلان کې د پوليسو مشر له بينوا سره د پيښى پخلۍ کوي او وايي د يوې اونۍ په بهير کې دا دويم ځل دى، چې بهرته د ماشومانو د قاچاق مخه نيول کيږي . ",د 8 ماشومانو د قاچاق مخه ونیول شوه 5615,," د افغان او ائيتلافي ځواکونو د ګډو عملياتو په بهير کې د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ کې ٦ تن وژل شوي او دوه تنه نور نيول شوي دي . د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال عوض محمد مظلوم له بينوا سره ومنله چې نوموړي کسان د يوې وسله والې نښتې پرمهال وژل شوي او نيول شوي دي . ده ومنله چې د امنيت د ټينگښت اوددښمن د له مينځه وړلو په موخه سيمه کې عمليات دوام لري . ",کاپيسا کې ٦ تنه وژل شوي دي 5616,," د شمالي ټلوالې او د جميعت دډلې مشر برهاندا� �دين له ترکي ژبې ورځپاڼې واکنيټ سره منلې چې د شمالي ټلوالې ځينو مشرانو له طالبانو سره ليدلي ، خو دا نه مني چې په خپله ده ورسره کتلي دي .ربانى په دې مرکه کې چې ايرنا پرې رپوټ برابر کړى دى وايي ،کابل ته د طالبانو د ننوتو پر مهال به د هغوى په وړاندې ونه جنګيږي . نوموړي څرګنده کړې په هغه صورت کې چې طالبان د چارو واګې په لاس کې واخلي اود خلکو پر وژلو لاس پورې کړي او د اسلام پر خلاف عمل وکړي نوورسره وبه جنګيږي . د ده په وينا کابل ته دننوتو پرمهال طالبان بايد د ټولو افغاني ډلو ملاتړ ترلاسه کړي ،له دې پرته به ستونزمنه ه وي چې کابل ته ننوزي .رباني د ناټو د ځواکونو د کړو وړو په هکله ويلي د ناټو ځواکونوپه لومړيو کې ښه کړه وړه درلودل ، د خلکو د مالي ښه والي او ښوونځيو له پاره يې فعاليتو درلودل، خو وروسته د ناټود کړوړو تګ لوري بدلون وموند ، مرکزي دولت ناوړو کسانو ته وسپارل شو او د ناټو ځواکونو د اسلام دين او د افغانستان د فرهنګ په وړاندې کړه وړه پيل کړ� �، چې ددغه لړۍ په پاى کې د افغانستان خلک له ناټو څخه خوښ نه دي او اوس د دې غوښتونکي دي چې امريکا او ناټو يې له خاورې ووزي .ربانې د القاعده د ډلې د کړو په وړو په اړوند ويلي ، القاعده د روسانو پر وړاندې د افغانستان د جهاد پر مهال په ځانګړې توګه له هغو عربانو څخه جوړه شوې وه ، چې د افغانستان د ژغورنې په موخه دغه هېواد ته راغلي وو او د روسانو په وړاندې جګړه کې يې د افغانانو مرسته کوله .د نوموړي په وينا د روسانو له وتو وروسته اړين نه وه چې القاعده د افغانستان په مسئلو کې ځان شکيل کړي . رباني چې په خپله اسامه بن لادن پيږي د نوموړي په هکله ويلي لادن له افغانستان سره مسئله نه لري ،دهغه موخه د امريکا له مينځه وړل دي . ربانې دغه څرګندونې ترکيې ته د خپل سفر پرمهال کړې دي او ټاکل شوې ده نوموړى د اسلامي هېوادونو دملي انديښنې د پوهانو په نړيواله ناسته کې چې د � �اتلونکې شنبې او يکشنبې په ورځو کې استانبول کې جوړيدونکې ده ، برخه واخلي . ",رباني : د طالبانو په وړاندې نه جنګيږم 5617,نبي ساحل," د وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ د قومي جرګې د تالار بنسټ کېښودل شو نبي ساحل د بيات بنياد مشر انجنير احسان الله بيات د خپلو مرستو په لړ کې د   جمعې په ورځ  د وردګو ولايت د سيداباد په ولسوالۍ کې د اړوندې ولسوالۍ ، د قومي شورا لپاره د غونډو د يو تالار د بنسټ ډبره کېښوده. دغه تالار به په يوه وخت کې د ٦٠٠ تنو د ځايولو وړتيا لري او تر څنګ به يې د يو دفتر سربې� �ه څو عصري تشنابونه هم جوړ کړى شي. په همدغه مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د سيداباد ولسوالۍ ولسوال  په افغاني لرغوني تاريخ کې د جرګو او مرکو دود ته په اشارې سره وويل  چې هميشه افغانانو خپلې ستونزې د همدغو جرګو او مرکو له لارې هوارې کړې دي  او د راتلونکي لپاره يې پلانونه پکې  جوړ کړي دي. هغه زياته کړه چې همدې دود د دغه ملت د م� �ي وحدت ستنه جوړه کړې ده.   د سيداباد ولسوال  د دغه لرغوني فرهنګ د ژوندي ساتلو لپاره د بيات بنياد دغه پر ځاى ګام  چې د وردګو ولايت د سيداباد په ولسوالۍ کې د قومي جرګې لپاره يو تالار جوړوي وستايله او مننه يې ترېنه وکړه. د بيات بنياد مشر انجنير احسان الله بيات د  دغه تالار د بنسټ د ډبرې د اېښودلو پرمهال د افغانانو د ټو� �و ستونزو د حل يواځينۍ لار خبرې اترې او مفاهمه وښوده او زياته يې کړه چې هيله لري په ټول افغانستان کې دې ته ورته د جرګو او مرکو تالارونه د سيمو د مخورو لپاره جوړ کړي. ښاغلي بيات زياته کړه چې ( وردګ يوه کوچنۍ سيمه ده او په ډېره کمه ځمکه زيات اولس ژوند کوي، اقتصادي حالت يې هم دومره خوندور نه دى خو دا سيمه او قوم تر هرچا لوى پانګه وال دي هغه د علم د پانګې شته والى دى چې دوى يې لري. په ټول افغانستان کې وردګ په پوهه، علم او تدبر باندې شهرت ل� �ي.)     هغه د سيمې خلکو ته په خطاب کې وويل چې د دغو مرستو څخه هېڅ کومه سياسي او يا بل مطلب نلري يواځې د خپل خداى او د دغه هېواد پور چې پر ما دى ادا کوم يې. هغه زياته کړه چې ما د دې هېواد اوبه څښلې، هوا مې يې تنفس کړې او خاپوړي مې پکې کړي دي نو ضرور پر ما هم  يو څه حق لري چې دا دى نن يې زه په ادا کولو پسې را وتى يم. د تکيې د ليسې مدير غفور خان له ښاغلي بيات څخه وغوښتل چې له دې ولايت سره د پوهنې او معارف په برخه کې هم مرسته وکړي، ځکه چې د دې ولايت د پوهنې حالت ډېر د اندېښنې وړ دى. د يادولو وړ ده چې  ښاغلي بيات د سيمې خلکو سره ژمنه وکړه چې وخت ته په کتو سره به  په بېلابېلو برخو کې نورې مرستې هم  ورسره وکړي.   ",بيات خيريه موسسه په وردګو ولايت کي يو تالار جوړوي 5618,," د ميدان وردګو والي عبد الجبار نعيم ي له بېنوا ويبپاڼي سره ټول هغه مخالفتونه چې په دې وروستيو کې د نوموړي په وړاندې پيدا شوي، شخصي او بې بنسټه وبلل او په ګوته يې کړه چې د دا ډول هلو ځلو پايله په دغه ولايت کې واک ته د غزني د پخواني والي شيرعلم رسول دي. نوموړي وويل د ګوتو په شمېر وروڼه چې د ده په وړاندې د مخالفت يا د ګوښه کېدو غږ کوي په يو شمېر قانوني پروژو کې ونډه غوښتل لري. له دې نه وړاندې په ولسي جرګه کې د هزاره ګانو استازي عبد الرضا رضايي د نوموړي والي د ګوښه کيدو غوښتنه کړې او زياته کړې يې ده چې د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب لا هم نه دى ورکړل شوى. نعيمي په دغه و� �ايت کې د پرمختګ يادونه وکړه او څرګنده يې کړه چې تر اوسه الحمد الله په دغه ولايت کې داسې ناوړه پېښيه نه ده � �امنځته شوې چې خلک دې پرې نيوکه وکړي. نوموړي ټول مخالفتونه بهانې او له حقايقو سترګو پټول وبلل. ",دوردګو والي :زماپه وړاندې ټول مخالفتونه شخصي دي 5619,خالد هادي حيدري," ای ته چي وګورې وماته خوار وجود مي شي بې سېکه دا بې واره بې اختياره ستا و پښو ته چي در توې شم ستا قدم ته چي سجده شم ته پوهيږې چي دا ولي ؟ ځکه ! ټول ذره ذره شم ---------------------------- برجپورټ ، کینډيکټ ", ((کتل)) 5620,پتمن," دپتمن رالېږنه - کابل په تيرو څو کلونو کې د طالبانو د قومندانانو يا مشرانو په نوم ډير کسان تېر شول .نن سبا په دغو قومندانانو کې د مولوې فقير نوم  ډير گرم دی . د نړۍ په ټولو مطبوعاتو کې يې نوم مشهوره شوی دی.او د پاکستان حکومت يې هم د نيولو لپاره خپلې لېڅې  رابډوهلي دي .پرنوموړي دا تور دی چې دطالبانو پلوی دی او د القاعده غړو ته پناه ورکوي . مولوې فقير په خپل څلويښتم کال پښه  ايښې ده . نوموړی څلويښت کاله وړاندي د باجوړ له مرکز خار څخه څه نا څه لس کيلومتره ليري د ډمه ډولۍ په جنگې سيمه کې زيږدلی دی . لومړنۍ زده کړي يې دباجوړ په مامون کې ترسره کړي او د صوابې له مشهوري مدرسې پنج پير څخه يې لوړې زده کړې ترسره کړي دي . وروسته له زده کړو نوموړي په افغانستان کې د روسيې پر ضد جهاد کې ونډه واخيسته ،گمان کيږې مو� �وي فقير په همدغې مهال له افغانې طالبانو سره نژدې اړيکې پيداکړې وي. نړيوال مطبوعاتو کې دا نوم اوس وپيژندل شو خو سيمه ييزو خلکو نوموړې او د هغه کارونو سره  له پخوا نه اشنا وول. په 1994 کې کله چې مولوي صوفې محمد د نفاذشريعت محمدې په نوم تنظيم جوړ کړ او څه حکومتي ودانۍ يې تر ولکې لاندې � �اوستې  مولوي فقير په هغه کي د يو مهم شخص رول ادا کړې و. په هغه وخت کي هم مولوي فقير د نيولو پسې حکومت امر ورکړي و.خو د يو څه وخت وروسته يې بيرته معاف کړ. په افغانستان د امريکې له ب� �يد وروسته په پاکستان کې د مظاهرو په لړۍ کې نوموړې د باجوړ د مظاهرو مشري په غاړه درلوده. ددوهم ځل لپاره په نوموړې د پاکستان حکومت زور هغه مهال راغې کله چې په توره بوره کي القاعده له ماتې سره مخ � �ول او باجوړ ته د څو ورځو لپاره دمولوې فقير په ځاې تم شول. دا ځل بيا نوموړی له حکومت څخه پټ شو. بيا هغه مهال را څرگند شو چي په مردان کې د القاعده د يو مهم غړي فراج اللیبي ونيول شو او بيا د مولوې فقير کور حکومت وپلاټه چې نوموړې په کور کې نه و او د هغه يو ورور او د تره زوی يې ونيول. نوموړې تر ډير وخته په پښو سفرونه کول خو اوس مهال په موټر کې له يو ځای څخه بل ځای ته ځي .د نوموړي په وينا دم گړۍ هغه سره شاوخوا زرتنه جنگيالې شته دي. د بل ځل لپاره نوموړي څو ورځې وړاندي په يوه مظاهره کي را څرگند شو چي د امريکا او پاکستان پر ضد يې بيانونه ورکړل او د طا� �بانو او القاعده په پلوې يې خلک راوبلل.   ",باجوړ، پاکستان - د مولوي فقير لنډه پيژندنه! 5621,عبدالهادي هادي," دمخابراتو وزارت خبرپاڼه د مخابراتو وزارت او چین هیواد د ZTE كمپنۍ تر منځ د نورى فايبر د پروژې قرارداد لاسليك شو   په هغو مراسمو كې چې  له همدې امله د مخابراتو په وزارت كې جوړ شوي وو د مخابراتو وزير  انجنير اميرزى سنګين، ددغه وزارت ادارى معين او رهبرى هيئت گډون كړى وو. ياد شوى قرارداد د مخابراتو د وزارت د تخنيكى معين انجنير بريالى حسام او د ZTE د استازى له خوا لاسليك شو. د مخابراتو  وزير انجنير اميرزى سنګين په پيل كې د رسنيو استازو ته معلومات وركړل او وې ويل: (د مخابراتو وزارت په پام كې � �ري چې د هيواد د لويو لارو په اوږدو، يو نورى فايبر كيبل په حلقوى ډول له كابل نه تر غزني، بياله كندهاره تر ه� �ات او همداسې له پلخمرى ښار نه تر مزارشريف او بيرته تر كابل پورې د ۳۳۰۰ كيلو مترو په اوږدو وغزوي، نوموړې كړۍ به افغانستان له گاونډيو هيوادونو ازبكستان، تاجكستان، ايران او پاكستان سره هم د ځمكى له لارې ونښ� �وي. نورى فايبر ملي شبكه د مخابراتو په برخه كې يوه بنسټيزه پروژه ده چې د اوس او راتلونكو نسلونو له پاره به د افغانستان ټولې اړيكتيايي اړتياوې پوره كړاي شي. همدا راز د هيواد نورى فايبر به د مركزى آسيا او جنوب شرقى آسيا هيوادونه سره ونښلوي. دا نورى فايبر به په ښه كيفيت او لوړ ظرفيت د هر ډول تيليفوني، انترنيتي، راديويي او تلويزيونى خپ� �ونو د ليږد را ليږد ظرفيت ولري.) د مخابراتو وزير زياته كړه: (پتيل شوې ده چې له دې بنسټيزې شبكى نه به په افغانستان كې موجوده او راتلونكى ټول مخابراتى شركتونه او د � �اديوگانو او تلويزيونونو ادارې په خپلو خپرونو كې گټه اخلي. تمه ده چې د نورى فايبر د پروژې په پلې كيدو به د افغانستان دولت د داخلى مخابرو ا و همدا راز د نړيوالو مخابرو د ت� �انزيت له لارې د پام وړ عوايد تر لاسه كړي.) په پام كې ده چې دغه ا� �زښتناكه پروژه د راتلونكو ۲۶ مياشتو په اوږدو كې پلې شي. ددې پ� �وژې ټول لگښت ۶۴.۵ ميليونه امريكايى ډالره دى چې د مخابراتو وزارت له پرمختيايى بوديجې نه وركول كيږ ي. ",افغانستان او د نوري فايبر له لاري داړيکو پراختيا 5622,هارون خپل," چيري وژاړم له دردهچيري خاوري پر سر توی کړم  چيري سر وهم له ډاګهد نمرود، فرعون لښکرودې مغرورو لېونېيودې وحشي « متمدنو »په سرو اوسپنو، ګولېيو په زهرونو او غازونوپه لوخړو او اورونوڅنګه پرې ايسته په وينوبې کفنه، بې مدفنه زموږ مندي، زموږ خوندي زموږ پلرونه،  زموږ  وروڼهڅه غوټۍ، ګلان تازه يې بيا په خاورو کي تالا کړهڅه برباد يې ډک نغري کړهڅه نامراد  آباد کورونهمګر ته مي فرياد  واورې !ته مي داد، ته مي بازخواست کړې !اې د انس و جن خالقه !اې عادله اې منصفه !چاچي چَپ نه وه کتلينه يې بد پر خوله ويلينه يې تاج و تخت دعوه وهنه يې مال و ملک اسره وهپر خپل کور، کلي بسيا وه نه يې جُرم نه ګونا وه ولي تپ سوه کور ترکوره د د جال په سرو لمبو کيلا تر څو به مځکي سرې ويدخونخور قصاب له تېغهلا تر څو به دلالان ويد دوی ګټي، زموږ سرونه هارون خپل - لندن ",څنګه پرې ايسته په وينو (( د پنجوايي خونړۍ پېښې په ياد )) 5623,," ", 5624,جاويد خان اميري," د انګړ ور بيرته شو او د جهانزيب دوه ملګري په بيړه راننوتل او وې ويل:جهانزيبه، جهانزيبه!جهانزيب په حيرانتيا سره وويل: ولې څه خبره ده, بيا په تاسو څه چل وشو؟يو ملګ� �ي  يې ځواب وركړ:پرمونږ هيڅ چل هم ندى شوى، چل خو به تا كيږي...! _ دا څه وايې؟ په ما به څه چل كيږي؟ زه خو � �وغ او جوړيم...! هغوى په يوه غږ وويل: خو ددې خبرې په اوريدو به هرو مرو ناروغه شې.جهانزيب پداسې حال كې چې د م ور له څنګه په بيړه راوچت شو، هغوي ته يې وويل:يو خو تاسې هيڅكله هم ماته د خيركوم خبر ندى راوړى، اوس نو زر شئ ووايې چې څه خبره شوې؟ هغوى بيا په غبرګ غږ وويل: خبريې كه نه؟ بيا كډې باريږي...! څه!؟_ هو! بيا كډې باريږي _  د چا كډې باريږي؟_  د همغې، نن ځي روان دي _ دا څه وايې: هغې خو ويلي وو چې سږكال مونږه نه ځو او همد� �ته به اوسيږو، نو اوس يې څنګه كډه باركړې.هغه مور ته مخ واړاوه او ويې ويل: مورې وچه ډوډۍ شته؟_ نه زويه و� �ې؟_ ښه نو پيسې راكړه چې له كوچيانو تروې راوړم او كه تروې نه وې بيا به ماسته راوړم چې تروې ترې جوړې كړو._ زويه نن څنګه پخپله وايې چې وچه ډوډۍ شته اوكه نه؟_ هيڅ مورې، زه لږ وږى وم، ما ويل تروې به رواړم، نو سبا نارى به ورسره وكړم._ زويه وګوره كه ټوكرۍ كې وچه ډوډۍ وي، نو ښه ده او كه نه وي نو راشه روپۍ به دركړم._  ښه مو� �ې، مورې وچه ډوډۍ شته، خو لږه ده _ ښه راشه زويه دا روپۍ  هم واخله او ولاړ شه.جهانزيب له كوره  په بيړه وځي او مخ په كيږديو راونيږي.يوې اّشنا كيږدۍ ته نژدې په زړې كوچۍ غږ كوي:_كوچۍ ترور تروې  شته؟_هو، زويه راشه!جهانزيب چې ورنږدې شو، نو سمدلاسه يې پوښتنه ترې وكړه:_ ترورې تاسو رښتيا هم كډه كوئ نن؟ جهانزيب په ټيټ ورميږ وويل:_كوچۍ ځواب وركړ: هو زويه، نن مازيګر مونږه نيت كړى چې كډه وكړو. _ ترورې تاسو خو ويلي وو چې مونږ سږكال نه ځو، نو دا اوس څنګه ځئ؟ _زويه مونږه هر كال ځو او بيا څو مياشتې وروسته بيرته راځو، خو ته ولې پوښتنه كوې؟_هيڅ ترورې!د سپوږمۍ دوى كډه همدا نن مازيګر په رښتيا هم باريدله، جهانزيب زر زر تروې كورته � �اوړې او بيا مازيګر مهال بيرته لاړ، ترڅو سپوږمۍ يوارې وګوري  ده هم ورسره كډه بار كړه او سپوږمۍ ته يې هم كتل كډه يې بار شوه او روان شول. سپوږمۍ په تلو تلو كې جهانزيب ته په زړه سوي وكتل او ويې ويل: مه خفه كيږه مونږه بيا راځو، تاسو خو به له دې ځايه كډه نه كوئ؟ هغه ورته ځواب وركړ چې نه كډه خو نه كوو. بيا  سپوږمۍ  ورته د م� �يو نه جوړه شوې ګوتمۍ، چې خپله يې جوړه كړې وه وركړه او اوښانو پسې روانه شوه.جهانزيب ګوتمۍ په جيب كې واچوله، سپوږمۍ تر اّخره پورې جهانزيب ته كتل، ترڅو چې له غونډۍ نه پناه شوه.جهانزيب بيرته كور ته راغى ډېر خپه و او دسپوږمۍ  په انديښنو كې ډوب پروت وو.څو مياشتې تيرې شوې او بياپسې كلونه خو سپوږمۍ دوى بيرته رانغلل. هغه به د مكتب نه وروسته هر مازيګر د هماغې غونډۍ پر سرناست و، او د سپوږمۍ د راتلو انتظاربه يې  ويسته چې سپوږمۍ دوى به نن خامخا راځي خو اخر به ماښام شو. د لمر وړانګې به له غره نه پناه شوې، تياره به خوره شوه نو نا اميده او خواشينى به كورته راغى.ورځې او شپې په همدې ډول تيريدې اّن دا چې كلونه تير شو. او بالاخره جهانزيب پوره ځوانۍ ته ورسيده او په ټول كلي كې يې د ښكلا او ميړانې اوازې خپرې شوې.جهانزيب سپوږمۍ تر اوسه هم نه وه هيره كړې، په ك� �ي كې ډېرې نجونې وې، خو د هغه يوه هم نه خوښيده، هميشه به يې په ذهن كې د هغې د وړوكوالي تصوير تاويده راتاويده، او د هغې د پيغلتوب تصوير به يې په ذهن كې هميشه جوړاوه چې سپوږمۍ به اوس داسې ښكاري، داسې به يې ويښتان  كونڅۍ كړې وي، يابه يې اوس خلاص پريږدي، خو په وړوكتوب كې به يې مور ورته وړې وړې كونڅۍ كولې او پرشابه يې پرتې وې. يوه ورځ ماښام ته لږ وخت پاتې وو چې د اوښانو يو كاروان د برې غونډۍ پرسر راښكاره شو،د جهانزيب زړه  يو درز وكړ او � �ه خولې نه يې چغه وخته لكه چې سپوږمۍ دوې راغلل، سپوږمۍ دوى راغلل... جهانزيب د غونډۍ نه راښكته شو او پر هغې لارې ودريده، ترڅو چې راورسيدل، خو ګل مير اكا اوس له دې كډې سره نه وو او كوچۍ ترور وه د كوچۍ ترور شاته يوه نجلۍ وه چې مخ يې پټ كړى و او ورسره دوه سړي او درې هلكان نور هم وو چې له مخې يې تير شول.دا يوه نجلۍ او يو هلك خو يې وپيژانده چې سپوږمۍ او ورور به يې وي،  خو هغه دوه سړي او دوه هلكان يې ونه پيژانده چې څوك وو خو په همدې فكر كې چې سپوږمۍ دوې راغلل ډېر خوشحاله شو، هغه نور كه هر څوك  وي زما يې څه! جهانزيب له ځان سره وويل.جهانزيب ټوله شپه په همدې فكر كې تيره كړه چې سپوږمۍ به څنګه ګورم, ملا اذانونه وكړل, نومور يې غږ وكړ چې زويه پاڅه غرمه شوه م ونځ درنه قضاكيږي. جهانزيب پاڅيده او جومات ته لاړ لمونځ يې وكړ او كورته راغى, مورته يې وويل مورې خبره شوې؟_ نه زويه له څه نه؟_هغه كوچۍ ترور دوى بيرته راغلل._ كوچۍ ترور!؟_ هو كوچۍ ترور، نه يې پيژنې، د سپوږمۍ مور درته يادوم، ما به چې هميشه ترينه تروې او ماسته راوړل، ښه ښه پوه شومه. كوچڼه يادوې، كله راغلل؟پرون � �اغلي  مورې وركره ورځې نه ؟!مور يې وويل: ولې نه ورځم.ترغرمې وروسته مور يې د سپوږمۍ دوى كره لاړله او تر تير مازيګره پورې وركره وه، ماښام كيدونكى و چې مور يې بيرته كورته راغلله.جهانزيب چې د مور د راتلو لاره څا� �له په بيړه مخې ته ورپاڅيد اوويې ويل:_ مورې ستړې مه شې!_ ژوندى اوسې زويه._ مورې كوچۍ ترور ښه وه._ هو زويه،  ستا پوښتنه يې هم رانه وكړه چې اوس به زلمى شوى وي،_ مورې سپوږمۍ دې وليده. هو زويه هغه هم ښه وه، زما يې ډېر قدر كاوه او..._مورې سپوږمۍ څنګه وه؟_  زويه درته مې وويل چې ښه وه._ نه مورې زما مطلب دى! ؟_ ستا څه مطلب دى زويه؟ كه ستا مطلب داوي چې ستا پوښتنه به يې رانه كړې وي، خو داسې نه ده_ مورې، زما مطلب دادى چې هغه څنګه ښكاريده؟_ ښه ښه اوس پوه شوم، داسې ووايه چې سپوږمۍ ښايسته ده او كه نه؟څنګه زويه ډېره دې � �كه چې خوښيږي!نه مورې، د نجونوڅه كمى دى چې زه به سپوږمۍ خوښوم.په همدې خبرو كې وو چې دروازه وډبيده او د ګلي غږ راغى: جهانزيبه! زر راوځه چې ځو، هغه هم څادرپر اوږه كړ او له كوره ووته.په لاره كې ګلي ورته قيصه شروع كړه چې د ظفرګل په نوم يو هلك ميدانۍ ته راغلى او ټول هلكانو ته يې ويل چې كه زه هرچا وپرزولم، نو خپل خون ورته بخښم ه، نو احمد ګل ورسره غيږه ونيوله، خو په يوه لاس يې راڅملاوه، احمد ګل راته وويل چې زر لاړشه او جهانزيب له ځان سره لاس نيولى راوله._ رښتيا وايې؟هو!څوك دى؟ولاكه يې پيژنم، خو ډېر قوي ځوان دى، له تانه يې هم قد لږ اوږد دى او هم لږ غټ ښكاري.هغه دى، هماغه خولۍ يې چې په سرده هماغه هلك دى.كله چې دواړه نږدې شول، نو جهانزيب په ډېره سړه سينه وويل:_ سلام عليكم!_ وعليكم سلام!_جهانزيب مخ نوموړي ځوان ته كړ او وې ويل: ښه نو ته دلته خپل زور خلكوته ښايې چې ډېر زورور يې.هغه وويل: زورور، خو خداى دى، خو زه هم زلمى يم او له ځوانانو سره مې خپل زور ازمايه كه ستا زړه هم غيږې ته كيږي نو دا ګز دا ميدان.جهانزيب ورته وويل: نه غيږه خو درسره نه نيسم, ځكه چې اوس تيار نه يم, نو ټولو هلكانو ورباندې وخندل چې جهانزيبه لكه چې وويريدې, مونږ ته خو تكړه يې اوس ټينګ شه ورته چې څټ دې ماتوي او كه نه, هغه بيا هم څه ونه ويل, خو ظفر ګل غږ وكړ چې مور لا داسې زوى نه دى راوړى چې زما مخې ته ود� �يږي, نو ته لاڅه يې؟لنډه دا چې ډېر يې د جهانزيب اعصاب خراب كړل، خو ده ورته څه ونه ويل. جهانزيب پوه شو چې ظفر ګل د سپوږمۍ مشر ورور دى ولې چې د ظفر ګل په لاس هم هماغسې يوه د مريو ګوتمۍ وه، كومه چې  ورته سپوږمۍ په وړوكوا� �ي كې وركړې وه.جهانزيب ځان غلى ونيوه او ظفر ګل ته يې وويل: وروره منم دې چې تكړه ځوان يې، نور څه وايې او ترې روان شو.په لاره كې احمد ګل او ګلى دواړه ورسره روان شول او تركوره پورې يې د ده ماغزه وخوړل چې دادې څه وكړل، كله چې د كور په كوڅې تاويده، نو ګلي او احمد ګل ته يې مخ راتاو كړ او وې ويل: ليونو دا د سپوږمۍ ورور و، ځكه مې ورته څه ونه ويل._ ښه، ښه اوس پوه شو چې خبره څه ده. كله چې جهانزيب د كور په دروازه ننوته په موركۍ يې غږ وكړ:_ م ورې ډوډۍ تياره ده او كه نه؟_ هو زويه دغه دى اوس درته ډوډۍ راوړم، لږ تم شه چې كتغ په كاسه كې درته واچوم._ م ورې ستا د لاس ډوډۍ ډېر خوند راكوي._ راته ښكاري زويه چې بيادې له ماسره كوم كار پيښ شوى دى؟ _ نه مورې اوس به څوك د زړه خبره هم نه شي كولاى چې..._ زويه ووايه څه خبره ده؟_ هيڅ مورې ما وويل چې هغه سپوږمۍ!...مورې په حي� �انتيا سره وويل: سپوږمۍ!جهانزيب چې وارخطا غوندې شو او هم وشرميده، نو خبره يې ژر په بله واړوله._ هو د سپوږمۍ مور ډېره  ناروغه ده.څه وايې؟ هغه خو هغه بله ورځ روغه رمټه وه، اوس څه پرې شوي._ هو مورې  لكه څ نګه چې مې وويل هغه خواركۍ ناروغه ده.كله چې د غرمې ډوډۍ وخوړل شوه د جهانزيب مور د ماسپښين ترلمانځه وروسته د سپوږمۍ دوى كره لاړه، يو ساعت وروسته چې بيرته راغلله نو ډېره په  غوسه وه.او په چټكو قدمونو د جهانزيب خواته ورغلله او په قهرجنه لهجه يې وويل:جهانزيبه خداى دى ځوانيمرګ كړه، ته اوس ماته دروغ هم وايې، كوچڼه خو روغه جوړه ده، كه خداى دې په ټوپك سورى سورى كړه او بيا يې تر شونډو لاندې وويل: دښمن دې...جهانزيب ورته ډېر وخندل چې مورې ماخو ټوكې كړې وې، تا رښتيا وګڼله.په ظاهره خو به هر وخت د جهانزيب خوله  له خندا ډكه وه، هر چا سره به يې ټوكې كولې، خو دننه زړه كې  ډېر غمجن و، زړه يې ډېر بې قراره وو چې سپوږمۍ به څرنګه ګورم، د هغې د � �يدو تلوسه به يې وه، مور سره به يې چې د سپوږمۍ بحث كاوه نو هغې به هم خبره اخوا ديخوا كړه او ويل به يې چې تاته به زه په خپل زړه  جينۍ خوښوم.جهانزيب به چې كله هم سپوږمۍ ورته ياده كړه، نو ويل به يې چې سپوږمۍ مې ډېره بدې � �اځي هغه ډېره وچه ده او هغه د كور نازولې هم ده، كه درته يې وكړم، نو بيا به هم ټول كارونه په ماوي، لاس به مې پرې سپك نه شي او داسې نورې ډېرې خبرې به يې كولې.خو د جهانزيب زړه ته به يې نه كتل چې هغه څه غواړي, هميشه به يې د سپوږمۍ د ليدو تلوسه وه, او له ځان سره به يې وويل: كه مخكې مې نه شواى ليداى, نو هغه وخت خو دلته نه وه اوس خو په يوه كلي كې راسره ده, زړه يې نه صبريده, حيران وو چې څه وكړي...؟يوه ورځ يې ډېر زيات زړه تنګ شو او د ګودر په لور يې مخه كړه، ګودرته نا رسيده د چينار يوه غټه ونه وه او هملته پټ ودريده،  ترڅو د سپوږمۍ د راتلو انتظار وكړي، بالاخره د يو څو شيبو وروسته يو څو نجونې د ګودر په لور راغللې.  جهانزيب هم ځان د چينار تر شا پټ كړ،  ټولو نجونو خپل مخونه په پلو كې پټ كړې وو، خو چې ګودرته لنډې شوې، نو ټولو مخونه لوڅ كړل. جهانزيب هم يو څو قدمه ورمخكې شو او نجونو ته يې كتل، د هغه سترګې صرف د سپوږمۍ په لټه كې وې چې سپوږمۍ به په دوى كې وي او كه نه، خو چې كله نجونو پخپل مينځ كې خبرې شروع كړې، نو يوه نجلۍ چې مخ يې لا تر اوسه هم پټ كړى و، غلې ناسته وه چې يوې بلې نجلى ور غږ كړ: سپوږمۍ مخ دې لاتراوسه هم پټ كړى دى، دلته نورڅوك نشته، مخ دې لوڅ كړه.د سپوږمۍ د نوم په اوريدو سره جهانزيب زړه په لړزيدو شو داسې حالت پرې چيرې هم مخكې نه و راغلى، سترګې يې د سپوږمۍ په لور نورې هم ورښخې كړې. سپوږمۍ پلو له مخه لرې كړ سپوږمۍ رښتيا هم سپوږمۍ غوندې ځليده، د اّسمان سپوږمۍ كې به ډېر داغونه ښكاريده، خو ددې سپوږمۍ په مخ هيڅ كوم داغ نه وو غير د خالونو څخه چې يو يې پر تندي وو او بل يې پر زنې، له جهانزيب څخه هرڅه هير � �ول، سپوږمۍ د جهانزيب د تصور د تصويرونونه هم زياته ښكلې وه، دا غټې غټې تورې سترګې  د چينار غوندې  اوږد قد دا دنګه غړۍ  داتور اوربل يې چې پر نيم مخ خور و نو ما ويل چې سپوږمۍ نيمه په وريځو كې پټه ده جهانزيب د هغې فكر كې ډوب شوى و چې بيا د چا غږ شو: سپوږمۍ منګى دې پورته كړه چې ځو.  جهانزيب هم ټكان وخوړ او ځان ته يې پام شو چې زه چيرته يم.سپوږمۍ له نورو نجونو سره روانه شوه، خو د يو څو قدم اخيستلو نه وروسته جهانزيب وليدل چې سپوږمۍ بيرته د ګودر په لور راستنه شوه، يوې نجلۍ پرې غږ كړ: سپوږمۍ چيرته ځې، سپوږمۍ په ځواب كې وويل چې غاړه كۍ او ګوتمۍ مې پاتې شوه، هغه راخلم، نجلۍ وويل چې ښه زر راځه مونږ به ورو ورو ځو...د ده زړه هم نور تاقت ونه شواى كړاى او د سپوږمۍ مخې ته ورغى، د سپوږمۍ سترګې چې پر جهانزيب ولګيدې نو اّه يې كړ، اول خو يې مخ زر پټ كړ او بيا روانه � �وه،جهانزيب پرې غږ كړ: سپوږمۍ لږه شيبه ودريږه زه دلته تاته سترګې پر لاريم، زه جهانزيب يم.سپوږمۍ د دې نوم په اوريدو سره ځاى پرځاى ودريده او منګى يې له غيږې پريوت او مات شو.د سپوږمۍ په غوږ كې همدې غږ انګازې كولې: سپوږمۍ  مخ دې راښكاره كړه، زه جهانزيب يم ستا د وړوكوالي ملګرى. سپوږمۍ غلې وه هيڅ يې هم نه ويل په داسې حال كې چې جهانزيب ورته خپل ځان ورپيژانده چې زه جهانزيب يم، خو د سپوږمۍ يقين نه راته چې  دا به هماغه جهانزيب  وي. خو بالاخره يې ورته ګوتمۍ وراوښوده. او ورته يې وويل: سپوږمۍ دا ګوتمۍ خوبه پيژنې.د ګوتمۍ په ليدو سره سپوږ مۍ يو څوقدمه ورلنډه شوه او له سترګو نه يې اوښكې روانې شوې، او په ژړه غونې غږ كې يې ورته وويل: جهانزيبه! دا دوم� �ه موده چيرې وې، تا زما پوښتنه ولې نه كوله؟ جهانزيب موسكى غوندې شو او ورته يې ويل: ګرانې كاشكې چې ستاسو ځاى � �اته  معلوم واى، زه به سل ځله درغلى واى د يو څو خبرو اترو نه وروسته د سپوږمۍ پام منګي ته شو او بيا يې خپلې ګوتمۍ اوغاړه كۍ ته چې د مريو نه يې جوړه كړې وه د مخ مينځلو او د غاړه كۍ د مينځلو په وخت كې ترې پاتې شوې وه، ګوتمۍ او غاړه كۍ يې راواخيسته او د منګي يو څو ټوټې يې هم راواخيستې او بيا يې جهانزيب ته مخ كړ چې دا ستا د لاسه،  او نوره ترې نه روانه شوه...!جهانزيب ورغږ كړ: بيا چې راځې نو داسې نازك منګى له ځان سره رانه وړې چې زما په ليدو هم ماتيږي، او سبا چې راځې نو دوه منګي له ځان سره راوړه، كه يو مات شي نو بل خو به درسره وي. سبادې بيا په انتظاريم چې حتماٌ راشې سپوږمۍ چې يو څو قدمونه  اخيستي وو  بيرته يې مخ راواړوه او د سر په خوزيدو يې  جهانزيب ته ايشاره وكړه چې نه نه نه!او بيا يې ورته وويل چې بيامې منګى مات شي دايې وويل او نوره روانه شوه.سپوږمۍ خو ترې لاړه، خو د هغې د بيا راتلو انتظار له همدغې ساعت نه شروع شو، تر ډېره پورې په ميدانۍ كې و او ماښام چې كورته ولاړ خپل كټ ته يې ځان ورساوه، مور يې غږ وكړ، زويه ډوډۍ وخوره بيا ويده شه.جهانزيب وويل: نه مورې زه موړ يم، او بيا غږ ونكړې زه ويده كيږم.خوښه دې زويه، مور يې په ناميدۍ سره وويل.خوب چيرې وو دا هره شيبه ورباندې لكه د كال غوندې تيريدله هغه د وړوكوالي نه د سپوږمۍ تر ليدو پورې انتظار يوه  خوا، او دا انتظار بلې خوا ډېر ورته ګران و.سپوږمۍ په خيال كې وو چې بيا ګودرته لاړ او سپوږمۍ سره كيناسته  جهانزيب سپوږمۍ ته كتل او هغې  دې ته كتل په همدې خيال كې تلى وو چې له خولې يې دا لنډۍ ووتې:مخ دې اوربل كې  داسې پټ شولكه سپوږمۍ چې  تورو وريځو منځ كې شينهاوربل دې لرې كړه له مخېچې د شين خالې سپوږمۍ وكړم ديدنونهدا شين دې خال شين دى منګى دىتورې دې ست� �ګې زما زړه قلموينهزما دې څنګه زړګى يوړود سپوږمۍ خورې اوس به تل شوګير كومهيوه ورځ  جهانزيب ګلي او احمد ګل سره په ميدانۍ كې ناست و چې ظفر ګل هم راغى او ټولو هلكانو ته يې ويل چې كوم يو تاسو كې نر شته چې له ماسره غيږه ونيسي، نو ګلى ډېر شوخ و د ريشخند نه يې ورته وويل: زما ديو لاس  زور نه لرې او خلكوته وايې چې تاسو كې څوك نرشته. داته ډېر نر ښكارې، ځه چې بيادې دلته ونه ګورم ظفر ګل له غوسې نه تور او سپين شو او ګلى يې له منځ نه راوويست او يو څو سوكه يې ووهلو. د ګلي په وهلو سره جهانزيب هم غوسه شو او ودريد چې ګلى له ظفر ګل څخه خلاص كړي، ظفر ګل چې جهانزيب وليد نو فكر يې وكړ چې جهانزيب ما پسې راوچت شو، نو سمدلاسه يې پرې ورمنډه كړه او پر هغه باندې يې وارونه شروع كړل جهانزيب ترې نه لاس ونيوه او ورته يې وويل: ګوره ظفر ګله، جنګ مه كوه جنګ ښه شى ندى، ظفر ګل ورته د پلار او مورسپكاوى وكړ  چې زه دپلار دې لا....پدې باندې جهانزيب هم  بې حوصلې شو او له ظفر ګل يې لاس چاپير كړ او پر مځكې يې ويشت او راوې پرځاوه، پدې كې د كلي خلك ډېر شول جهانزيب او ظفر ګل يې راخلاص كړل.ظفر ګل چې كورته راغى نو پرخاورو خړ پړ و.مور يې چغې كړې چې ظفر ګله زويه ولې، څه درباندې اوشو؟ظفر ګل وويل: هيڅ مورې. بياترې سپوږمۍ هم پوښتنه وكړه چې ولې لالا څه خبره ده؟ ظفر ګل ورته وويل: هيڅ نه، غلې كينه كه  نه نو ساه درنه وباسم او...يو خوا د سپوږمۍ مينه او بل خوا د ظفر ګل د بدل اخيستو ضد دواړه په ډېر زور سره روان و، ظفر ګل څو څو ځلې قصد وكړ چې جهانزيب ووژني، خو ددغه عمل لپاره يې مناسب وخت نه تر لاسه كيده.بل خوا جهانزيب هم ډېر خپه و چې دا څه وشول او سپوږمۍ به څنګه شي. يوه ورځ د ظفر ګل مور ظفر ګل ته د واده په فكر كې شوه، نو په كور كې  پدې اړه خبرې پيل شوې وې چې كومه جينۍ به ښايسته وي يا به د ظفرګل كومه جينۍ خوښيږي؟ سپوږمۍ مورته د كلي ټولې جينكۍ ورښودلې چې ف� �انۍ جينۍ چې مونږ سره ګودر نه اوبه راوړي. ډېره ښايسته ده، كه مونږ ته يې راكړي نوڅومره به ښه وي. په همدې خبرو كې وو چې مور يې وويل: ظفر ګل غوندې ځوان په ټول كلي كې نشته، ولې به يې نه وركوي. د سپوږمۍ له خولې غږ ووت  چې  مورې هغه ترور چې مونږ كره ځي راځي د هغې زوى جهانزيب هم خلك وايي چې ډېر ښه ځوان دى، د سپوږمۍ دا خبره وه او د ظفر ګل ټوپك ته لاس، پداسې حال كې چې غاښونه يې له قهره چيچل وويل: د جهانزيب نوم زما تر مخ اخلې، هغه ته ماسره برابروې، مرمۍ يې تيره كړه او سپوږمۍ  ته يې ونيوله، مور يې زر د سپوږمۍ مخې ته ودريده: ظفر ګله څه كوې اوس خپله هغه خور وژنې چې پرتاسر وركوي، څومره پرې ته ګران يې او ته ظالم يې په نه خبره وژنې.ظفر ګل په غوسه وويل: مورې لرې شه له م خې مې، وايم لرې شه! دا جهانزيب څه پيژني؟په همدې كش و ګير كې وو چې د ډز غږ شو. مورې يې چې سترګې واړولې ګوري چې سپوږمۍ په وينو كې لت پت پرته ده، مور يې چغې وكړې: سپوږمۍ لورې، وا سپوږمۍ لورې،  داڅه درباندې وشو، سترګې دې  پرانيزه.سپوږمۍ نوره په تيارو كې ډوبه وه، ځكه هغه د خپل سكه ورو لخوا د زړه پر سر لګيدلې وه.مور يې په كمزو� �و كمزورو چغو پر ظفر ګل غږ كړ ظفره زويه ډېر ښه كار دې وكړ چې د خپلې خور لاسونه دې سره كړل راشه وګوره د خور � �اسونه دې څومره ښه سره شوي. راځه زر راځه د خور دې د تلو وخت دى په ډولۍ كې يې كينوه.مور يې هوش  له لاسه وركړى وو.ظفرګل هم حيران ولاړ وو چې دا يې څه وكړل:بل خوا جهانزيب د سپوږمۍ په خيالونو كې ډوب پروت و او له ځان سره به يې ويل چې سپوږمۍ به څه كار كوي اوس به ناسته وي يابه ويده وي، چا سره به خبرې كوي، خاندي به، كاشكې چې اوس له ماسره ناسته واى او له مينې ډكې خبرې مو كولاى، په همدې سوچونو او فكرونو كې و چې د مسجد په لوډ سپيكر كې غږ شو چې يو اعلان ته غوږ شئ.مور يې غږ وكړ چې زويه اعلان ته غوږ ونيسه چې څه خبره ده.جهانزيب هم په داسې حال كې چې له كوټې نه راوتلو دغه زړه بوږونكى غږ يې تر غوږه شو.د ګل مير كاكا لور په حق رسيدلې ده او ټول...په جهانزيب دنيا قيامت شوه او په سترګو يې تيارې شوې، نو ځاى پر ځاى كيناسته. د جهانزيب مور هم د نورو په شان په بيړه بيړه د سپوږمۍ  دوى كره ولاړه ماښام تير و چې د جهانزيب مور كورته راغله، خو جهانزيب په كور كې نه وو.مور يې د لږې � �يبې لپاره غلې ودريده او څه يې ونه ويل، خو كله چې ډېر ناوخته شو، نو پريشانه شوه او د ګلي او احمد دوى كره لاړ� �ه، ترڅو د جهانزيب پوښتنه ترې وكړي.ګلي او احمد ګل د جهانزيب مورته وويل: تاسو كورته لاړه شئ، مونږه يې درته اوس راپيدا كوو.ګلى او احمد ټول ځايونه ورپسې چاڼ كړل، خو جهانزيب يې پيدا نكړ، او په ناهيلۍ سره بيرته � �استانه شول.د سبا ستوري په وركيدو شو، خو جهانزيب كورته رانه غى، سهار د وخته كله چې ګلى او احمد ګل دواړو غوښتل د جهانزيب دوى كورته  ورشي پام يې شو چې په هديره كې خلك راټول شويدي. دوى هم ورغلل، تر څو وګوري چې څه پيښه شوې ده، ګوري چې د سپوږمۍ پر قبر باندې جهانزيب پروت او سايې وركړې ده...راځه په دې دنيا كې څه كړوچې مونږه دواړه له يوبل جدا كوينه سپوږمۍ خو لاړه شپه تياره شوهاوس به سپوږمۍ تيارو كې چيرته لټومهكه مينه كړې دلته يې مكړهملك د پښتو دى، په پيسو يې خرڅوينه! ",بيا كډې باريږي...! 5625,سليم تايب," په بريتانياکې داوسيدونکوافغانانوټو� �نه، دادب اوفرهنګ ټولو مينه والوته خبرورکوي چې د٢٠٠٦ کال، دنومبرد مياشتې پرپنځمه نيټه دماپښين پر٣بجودټو� �نې په تالارکي دکانديد اکاديميسن محمدانورنوميالي دفرهنګي شخصيت په وياړ دده دکورنۍ په ګډون يوه ادبي اوف� �هنگي غونډه جوړيږي، دټولومينه والوڅخه هيله کيږي چې په دې غونډه کي زموږ سره ګډون وکړي . محمد انو� �نوميالى دهيوادنامتواووتلې علمي اوادبي څيره وه چې د روان کال داکتوبرپه مياشت کي يې د٧٦ کلونوپه عمرپه � �نمارک کي دزړه دناروغۍ له امله ددې پاني دنيا څخه سترګي پټې کړې . روح دې ښادوي.   داړتيا وړ ټيلفون شم ېره : Tel;  020 89938168   دتالارپته : Society of Afghan Resident In The UK West Acton Community Centre Churhill gardens W3 0JN  London ",په بريتانياکې داوسيدونکوافغانانودټولنې خبرتيا! 5626,هيوادشېرزاد," هيواد شې� �زاد - سويډن د روان ۲۰۰۶  م كال د اكتوبر په ۲۹ نېټه دسويډن دمالمودښار په لوی جامع جومات (دسويډن اس� �امي مرکز) کې دمالمو د ښار د اوسېدونکو افغانانو او فرهنگي ټولنو لخوا د ارواښاد كانديد اكاډميسين محمد انور نوميالي دمړينې له كبله د فاتحې مراسم تر سره شول .  په دغه مراسمو كې چې دورځې پر يونيمه بجه پيل او دمازديگر پر درېيو بجو پای ته ورسېدل دمالمو، کوپنهاگن ، لوند، ارلوف، اولندسکرونا مېشتوافغانانو دگوتنبور گ له ښارنه دآريايي ويب پاڼې مسؤل او ددغه ښار ديو شمېر فرهنگي ټولنو مشرتابه جرگو غړو برخه  واخيستل .دفاتحې دمراسمو په پای کې دافغانانو دعلمي او فرهنگي مرکز دمشرتابه جرگې په استازيتوب  حبيب اله غمخور له ټولو  افغانانو څخه دفاتحې په مراسمو کې  دبرخې اخيستنې له امله  مننه وکړه .فاتحه دپياوړي استادارواښادنوميالي صاحب � �وح ته په دعاکولواودلوی څښتن  تعالی له دربارنه دهغه دبخښنې په غوښتنې  سره پای ته ورسېدل .   ",په سويډن کي د ارواښاد کانديداکادميسين نوميالي د فاتحې مراسم تر سره شول 5627,"عزت الله پېژاند - کابل"," که زه له سره هست شم،او ماته خدای د خپل ژوندون واګې په لاس کې � �اکړي،نو زه به ټوله ژوندون، په دې څېړنه تېر کړمچې مينه څه ته وايي. 06_10_30 ",څېـــــړنه 5628,,"   حاجي عبدالشکور زوم ، انجنير حاجي عبدالتواب نعيمي زوم ، حاجي عليزی خوريی ، حاجي عبدالعليم ، حاجي محمد يوسف ، محمد يعقوب ، احمد الله او بلال نږدې خپلوان ؛ ټولو دوستانو ته خبر ورکوي چې د فاتحې مراسم د نارينه وو د راتلونکې يکشنبې ورځ ( د نومبر په پينځمه نېټه ) د سهار له نهو څخه د غرمې تر دوولسو بجو حسن څلورلارې ( حسن سکواير ) ته نږدې د ګيلانی په جومات کې او د ښځو فاتحه د شنبې ورځ ( د نومبر په څلورمه نېټه ) د سهار له نهو د مازديګر تر پينځو بجو د حاجي معلم عبدالشکور به کور کې اخيستل کيږي . د نورو معلوماتو لپاره لاندې نومرې ته زنګ وهلای سئ .  Tel: 0321- 2978020 ",په کراچي کې دارواښاد استاد نوميالي د فاتحې خبرتيا 5629, م.ن.غروال,"   م.ن.غروا� � له ټولو هر څه دمخه غواړم پدې وسيله د باجوړ د تنکيو د قرډن زده کوونکو شهادت له امله خپل د زړه له کومې ژور تاثيرات او خپګان عرض کړم او ځان ددوئ په غم کي شريک وبولم٠ ددوي کورنيو ته د لوي سبحان دربار څخه جميل صبر غواړم او د شهيدانو متبرکو ارواحو ته درود استوم او د قربانی لوړ مقام ته يې د تعظيم لوړ درناوۍ ادا کوم ٠  پدې هکله ما پخوا هم د ټول افغان په برېښنا پاڼه کي خبرې درلودې چې هره بلا چې ده يوازې له بده مرغه د پښتون په سر ده او هيڅ څوک يې نه يوازې چې د مخنيوی لپاره نشته، بلکه د مسئوليت يې هم څوک ندي معلوم ٠  پاکستان خپله همدا سياسي طالبان چې هم د اسلام او هم د پښتون د بدنامی وسيله وګرځيدل راوزيږول٠ د هر چا په مټ چې و خو د پاکستان لخوا نظامي او لوژستيکي له مرستو برخورداره و٠ اوس چې د لويديځ نظامي قوتونه افغانستان کي حضور لري زما په اند د پاکستان لپاره د زغم وړ ندي٠ او پاکستان هيڅ وخت په افغانستان کي د سولې ثبات خوشبين ندي٠ او اوسمهال هم چې هره چاودنه او وژل او ترورچې کيږي بايد د پاکستان لاس پکي وي٠ د پښتونستان په باجوړ کي پاکستان په کوم استناد ځانته دا حق ورکوي چې د تنکيو ماشومانو په سر اور بل کړي او قراني ښوونځی بم باري کړي پداسي حال کي اصلي موجب د ترور دی پخپله دي؟  زه نپوهيږم چې څرنګه به سړی وکولاي شي داسي يوه سياسي نظام او حکومت ته اسلامي حکومت ووايي٠ که پاکستان په ريښتني سره غواړي چې د ترور مخه ونيسي نو خپله دې بډې ووهي او کولاي شي د مخ نيوي لپاره د سرحدنو په چارو کي نظامي فعاله ونډه واخلي اود وسلو د زيرمو او د بم ونو د جوړولو ځايونه خلع سلاح کړي٠ خو له يو پلوه خپله د ترور اصلي منشۀ او بنسټ کېښودونکی دي او له بله پلوه پدې پلمه چې ګواکي د ترور په وړاندې يو ښه مبارز دي او خپل بادار امريکي ته وښايي چې دده په ساز او ډُول ډير ښه ګ� �يږي نو د قرډن په مدرسو د پښتنو په سرو بمبارئ وکړي او بې ګناه تنکي ماشومان په شهادت ورسوي٠ پدې کچه د پښتون � �ه ټبر سره د ترور په پلمه ظلم او دښمني هم ځانته يو حد او اندازه لري٠ دا تنکي ماشومان که چيرې پنجابيان واي نو پاکستان به هيڅ کله دا غير انساني او غير اسلامي عمل نه واي ترسره کړی٠ جنرال مشرف او دده جنرالان که په اسلام مشرف وي نو آيا دوئ دا هېر کړي دي چې * انماالمومنين اخوه* ( په تحقيق مسلمانان په خپلو کي سره وروڼه دي)؟ دا کوم اسلامي ايمان دي چيرې چې قران عظيم الشان تشريف لري او د قران عظيم الشان زدکړه کيږي په داسي سپيچلي مکان دې سور اور بل کړي؟ آيا د پاکستان له حکومته نور هيڅ په وس نه و پوره پرته له بمبارۍ؟ آيا په ده کي ددې توان نه و چې اصل تروريستان ونيسي؟   او دا خو لومړی ځل ندې چې د پښتنو په سرو د تروريست په نامه بمبارئ کيږي٠ همدا پاکستان وچې پښتانه يې په مزارشريف کي د جنرال ملک په لاس شهيدان کړل او خپله پنجابيان له مزارشريفه په چورلکو کي په پوره سلامتی ووتل٠   د تروريستانو اصلې زيرمه چې خپله پنچابيان او د پاکستان حکومت دي غواړې د چا سترګو ته خاورې وشيندي؟ د پاکستان لپاره دا شونې وه چې هغه خلک چې د له دغو وړو ځلميانو ناوړې ګټې پورته کوي د هغوئ لاسونه دې ورلنډ کړي٠ خو د مدرسو په ويشتلو او تنکيو د قران زده کوونکوځلميانو په شهادت به آيا د ترور م خه ونيول شي؟ زما په اند به هيڅ کله هم نه! ځکه چې د ترور د چلولو کلي خپله د مشرف په لاس کي ده٠ دا قتل داسي معنی لري چې په يو تير يې دوې نښې ووشتې٠ يوه نښه يې د پښتنو ورکيدل او بله نښه يې د خپل بادار امريکې خوښي! که پاکستان خپله له ترور څخه لاس په سر شي نو زه فکر نه کوم چې لا تر اوسه هم په ګران هېواد افغانستان کي د ترور کومې نښې نښانې پيدا شي٠ځکه چې افغان ولس له جګړو سپيږمو ته راغلی دي او خلک په پوره پيمانه مرګ او ژوبله ورکړې ده٠ له خپل حکومت او کرزي صاحب څخه به څه ژاړم او څه به ترې سر وشکوم خو دا دوې ډيرې وړې کلمې غواړ عرض کړم :  افغان حکومت د خپلو لرې پښتونخوا بې ګناه پښتنو به کومو سترګو پوښتنه وکړي چې د دشتي ليلي جانيان يې له ځانه سره په حکومت کي نيولي دي٠ اوس نو کرزی صاحب بايد له مشرفه مننه هم وکړي چې د ترور په وړاندې يې عملاً يو څه اقدام وکړ او لرې هم نده او شک هم نشته چې ولسمشر ښاغلی کرزی او دده کابينه دا هير کړي وي چې د لرې پښتونخوا پښتانه زمونږه افغان وروڼه دي٠ خير حق المبين ته به يې سپارو چې څه به کيږي٠   خو دا ټول د مشرف هغه سياست دي چې که خداي ج کول خپل په غم او په اغزو کرل شوي ګلان به انشاالله تعالی په اسلام آباد کي وريبي!   او په آخر کي د خپلو پښتنو بچيانو شهادت ته په زرګنو ځله درود او لوي الله ج رحمت وړاندې کوم او د سبحان مبارک دربار ته عرض کوم چې ــ  اللهم حفظنا من الشر الظالمين مع الجميع الامت محمد رسوال الله ص* او ـــ   الهم النصر الاسلام والمسلمين في الکل مکان علي القوم الکافرين والظاليمن و المنافقين و الملحدين والمسفکين والمشرکين*يا سميع الخبير و يا قويٌ عزيز* برحمتک يا ارحم الرحمين* آمين ثم � �مين * ",د تنکيو پښـــــــــــــــــتنو قرباني ( د م. ن. غروال لیکنه ) 5630,," په افغانستان کې برمته شوی ايټاليايی مسلمان، ګابريل تورسيلو نن مازديګر روغ رمټ بېرته خوشې شو. د رويټرز خبري رسنۍ   د رپوټ له مخې، د تورسېلو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی. ايټاليايي چارواکو هم د تورسېلو د خوشې کېدو خبر تائيد کړی خو د نورو جزئياتو له ورکړې څخه يې ډډه کړې ده.دغه ايټالوی عکاس او ژورناليست چې د اسلام په سپېڅلي دين هم مشرف شوی دی، د روژې په مبارکه مياشت کې د هلمند او کندهار ترمنځ لارې کې د نامالومو کسانو له خوا وتښتول شو چې تښتوونکو يې ځان طالبان بلل خو د طالبانو يو وياند ډاکټر حنيف دغۀ ډله له طالبانو جلا بلله. که څه هم تښتوونکو ددۀ د خوشې کېدنې په بدل کې لومړی عيسوي شوي افغان، عبدالرحمن غوښتۀ او وروسته يې بيا له افغانستان څخه د ايټالوي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه خو ددغو دواړو شرطونو په نه منل کېدو سره دا اوس نه ده مالومه چې تورسېلو به د کوم څيز يا شرط په بدل کې خوشې شوی وي. همدا راز د نوموړي تښتوونکي هم تر دې دمه نه دي پېژندل شوي. ",په هلمند کې برمته شوی تورسېلو خوشې شو. 5631,," دطالب وسله والود يووسله وال بريد په ترځ کې د هرات د ادرسکن ولسوالۍ د پوليسو د مشر محمد صديق په ګډون ٦تنه پوليس وژل شوي او ٣ تنه نور سخت ټپيان شوي دي . د هرات د پوليسو يو چارواکي نثار احمد پيکار د پيښى پخلۍ کړ ئ او وايي بريد هغه مهال تر سره شوى چې نوموړي کسان د سيمې له پوستو څخه ليدنه کوله . بريد د پنجشنبې مازديګر مهال شوى دى . ",هرات کې ٦ تنه دولتي پوليس ووژل شول 5632,," کابل کې د جمهوريت روغتون د بيا جوړولو د بنسټ ډبره نن افغان ولس مشر حامد کرزي له خواد يو لړ مراسمو په ترځ کې ، چې ډير خوشاله بريښيدو کيښودل شوه او نوموړي زياته کړه چې دا يې يو غټ ارمان وواو هيله لري چې افغان ولس د ښو روغتيايي خدمتونو څخه برخمن شي .د جمهوريت � �وغتون د چين هېواد په مرسته په لس پوړه کې د ١٨ مياشتو په موده کې په عصري ډول جوړيږي ، چې ټول لګښت د چارواکو پر وينا ١٥ ميليون ډالر پرې راځي . روغتون به ٣٥٠ بسترې ولري. د روغتيا وزير ډاکتر فاطمي وويل د چين هېواد ژمنه کړې چې له جوړولو وروسته به د ٥ ميليون ډالرو په ارزښت روغتون ته طبي پرمختللي وسايل ورکوي .په مراسمو کې کابل کې د چين هېواد سفير او يو شمير نور بهرني ديپلوماتان هم حاضر وو.ولس مشر کرزي د مراسمو څخه وروسته د صدارت په څلور لاره کې يو رستورانت او نانوايي ته ننوت ،ګرمه وچه ډوډى يې واخيسته او له يو شمير هټيوالو سره يې د زړه خواله او روغبړ وکړ . ",کابل کې د جمهوريت روغتون جوړيږي 5633,," نورستان کې امنيتي چارواکو ادعا کړې ده چې د او� �پکو په يو پټن ځاى باندې د ائيتلافي ځواکونود يو وسله وال بريد پر مهال ٤ تنه مخالف جنګيالي د کامديش ولسوالۍ د منديګل سيمه کې وژل شوي او ٣ تنه نور ژوندي نيولي شوي دي .پيښه تيره شپه رامنيځ ته شوې ده . ",نورستان کې ٤ تنه مخالف جنګيالي وژل شوي 5634,ارمان الله ارمان لکڼوال," ارمان الله ارمان لکڼوا� �  پوهيږو چې انسان يوټولنيز او سياسي مخلوق دی پرته له ټولنې ورته ژوندکول ناممکن او ستونزمن دي ،دا� �سطو په خبره هغه څوک چې ځان له ټولنې او جامعې بېل ګڼي دوجود هغې غړي ته ورته دی کوم چې له بدنه جدا او په لويه د� �ته کې اچول شوۍ وي پرته له شکه چې له وجودبېل شوۍ غړی هېڅ ډول کاراو فعاليت نه شي کولای ،همدا ډول ارسطو په يوبل ځای کې وايي هغه څوک چې ځان له ټولنې بېل او ګوښه بولي په حقيقت کې هغه انسان ياډېر لوړ دی اوياهم دټولنې له پاره � �ېر مضردی دارسطو له خبرو داسې جوتيږي چې انسان بايد ټولنيز خواص او صفات ولري تر څوله انسانې ژونده پوره او په ځای کار واخلي اوبالاخره هرڅه يې بايد ټولنيز شکل اوماهيت ولري .کوم وخت چې له انسان څخه دټولنيزوالي صفت ک� �ه کوي نوپه حقيقت کې انسان له سړيتوب او شخصيت جوړونې سره واټن او فاصله اخلي کله چې له انسانه سړيتوب ليري کيږي نو انسان ځان ته حيواني خواص غوره کوي ياپه بله ژبه انسان حيواني خصوصيات خپله وي دبېلګې په توګه کله چې له کوره يوڅاروۍ دځان ماړونې په موخه وويستل شي چون دځان فکر او خيال ورسره دی نو په هر شکل چې وي خپل ځان ماړولۍ � �ي .اوس که انسان ځان له ټولنې بېل او ګوښه کړي او يوازې دځان په فکر او خيال کې شي نو تاسو فکر وکړۍ چې په حيوانې ځانګړنو به سمبال شي او که نه؟داچې انسان له يوې خوا دمخلوقاتو اشرف دی او له بلې خوا لوی څښتن دعقل او فکر په لوی ځواک نازولی دی نو ورته نه ښايي چې خپل ځان له ټولنې بېل اوګوښه کړي ځکه چې انسان په ځان غوښتنه کې يوازې دخپل ځان ګټې خوندي کولای شي داهم په داسې حال کې چې خپلې ټولې غوښتنې او اړتياوې دهمدې ټولنې له لارې پوره کوي ،کله چې انسان په ځان غوښتنه سربېره دنورو په اړه هم فکر وکړي نو له يوې خوا به يې خپلې ګټې خوندي اوساتلي وي او له بلې خوا به يي نورو انسانانو ته هم ګټه رسيدلي وي .تاسو دشاتو دمچۍ په اړه فکر وکړۍ دهغوی ترمنځ ټولنيزوالي او موجوده نظم دهغوۍ لاس ته راوړنه او حاصل څومره خوږ کړی دی ګورو چې انسانان يې له خاصله ديوې باارزښته توکي په څېر استفاده کوي ،دا چې مچی دانسان دګټې اوفايدې له پاره پيدا شوي ګورو چې دټولنيز ژوند له خوبيو ګټه اخلي نو بياولې انسان ددې جرات کوي چې ځان له ټولنې بېل او ګوښه کړي مچۍ پرته له عقلي اوفکري قوې په طبعي ډول دټولنيز ژوند په خوندونو اومزياوو پوهيدلي نو ځکه په ټولنيز شکل دخپل حاصل دلاس ته راوړنې په لار کې هلې ځلې کوي ،خوانسان سره ددومره لوی عقلي ځواک بياهم خپل ځان دټولنيز ژوند په قيمت اوارزښت نه پوهوي ،لامل يې دادی چې دلته انسانان دبې ځايه مغروريت پراسپه سپاره دي دا چې انسان له نورو مخلوقاتو لوړاو عالي دی لازم دادي چې نور ټول مخلوقات دخپل ځان او نورو انسانانو دسوکالی او ښيرازۍ له پاره وڅرخوي خو دلته هرڅه معکوس روان دي دلته نور مخلوقات له انسانه استفاده کوي دبېلګې په توګه ټوپک چې يو اوسپنيز شی دی له انسانه يې دعقل او فکر لوی ځواک اخيستی دلته انسان دټوپک دميلې تابع دی هر څه چې ورته ټوپک وايي انسان همغه کار کوي .ممکن ددې ټولو بدبختيو تر شاه دناپوهۍ دبلا لاس وي که نه موږ هم دنړۍ دانسانانو په څېر انسانان يو دهغوی په شان دژوند دښيرازۍ او سوکالۍ لويه هيله ل� �و په هر صورت څومره چې انسان پوهيږي نوپه همغه کچه به ضرور زوريږي ښه به داوي چې نور په يولاس اوموټي دخپلو ټولو ستونزو له پاره سنجول شوي دحل لارې پيدا کړو ځکه چې انسان په ټولنيزوالي او يوالي کې ډېر څه ترلاسه کولای � �ي ",ځان که جهان (دارمان الله ارمان لکڼوال لیکنه ) 5635,," د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يو وياند د پنج� �نبې په ورځ وويل د برتانيا لومړى وزير توني بلري به د نوامبر په مياشت کې له پاکستان څخه ليدنه وکړي او ددغه هېواد له ولسمشر جنرال پرويز مشرف سره به وګوري .چارواکو ويلي چې دواړه مشران به په دغه کتنه کې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه ، دافغانستان او يو شمير نورو سيمه ايزو مسئلو په هکله خبرې اترې وکړي . ",توني بلير له پاکستان څڅه ليدنه کوي 5636,," ف . نوراني له مزارشریف څخه د شمال د سمت مزارشرېف زورواک والي عطامحمد نور تيره شپه د طلوع تلويزون سره د يوې مرکې په ترڅ کې وويل چي دکرزي حکومت غواړي چي ما د خپلي دندي ګوښه کړي او زما ځاي نا سته جمه خان همدرد ته ورکړي او زياته يي کړه چي دا يو ګروپ دي او مشرې يي کرزۍ او لوي څارندوال ع٠ثابت کوي دهغي دخبرو داسي مالوميږي چي ګوندي ولايت ورته چا په خيرات کي نه دي ورکړي بلکه جهاد يي کړي او دايي په غنيمت کي نيولۍ . دهغي تورونو له امله چي عطامحمد نور  بيت المال او د خلکو حقوق غصب کړي دروغ وبلل خو د لوي څارنوال له خوا به تحقيق اوپلټني ته حاضر نه شي او که نه نو د جهاد اع� �ان به وکړې او جنګ درېشي به واغوندي . محترم  والي عطامحمدنور صېب  نه پوهيږم چي افغانان خپل دجهاد اجر په دنيا غواړي اوکه په اخرت ، جهاد خو مسلمانان دالله درضا لپاره کوي نه د دنيا لپاره دا که هر مجاهد ځان ته دجهاد په بدل عهدي غواړي نو زرګونه مجاهدين ستا په ولايت کي چا چي شهيدان ،کوڼډي،يتيمان،ګوډان، معيويين پري ښودلي له تا ډير حقدار دي دکار اهليت هم لري خيانت يي نه دۍ کړې، دملت مال يي غنيمت ندي ګڼلي پاټک سالار او غلسالار نوم يي ندي اخيستي د جهاد له نوم نه بده استفاده نه کوي هغوي هم  بايد عهده وغواړي ٠ محترم والي صيب ددولت عهدي تر اخره چاته نه پاتي کيږي نن نه سبا له عهدي لري کيږي خو خپل بد نيت ولس ته مه ښکاره کوه. څوک د مقاومت نه بده استفاده کوي او څوک دوطن ددفاع په نوم . والي صيب هوښياران متل کوي واي چي غل نه وي باچا نه مه ويريږه تا که بيت المال اود خلکو حقوق نه وي خوړلي نو بيا دلوې څارنداول دجهاد مشن ته ځان سپين که او زه خو وايم چي دملت کور ( پارلمان) ته هم د ځوابونو د پاره لاړشه , خو نه، ته پوهيږي چي کمال مي کړي تا چي کومي دولتي ځمکي نيولي او بيا دي په خلکو خرڅي کړي هغه ټول پوهيږي دحيرتانو دګمرک او شاروالۍ دوسيي له ښکا� �ه شوي نه دي زه خو وايم ځان دولت او ملت ته سپين کړه ، او که سبا دعهدي لري شوي او دجهاد اعلان کوي نو خلک پوهيږي چي دقدرت اچوکۍ لپاره جنګيږې ،يا هم نن د جهاد اعلان وکړه بهانه هم شته چي يرغلګر راغلي او خپله ږيره هم اوږده پرېږده که نه نو خير دي نشته .  په وطنۍ مينه ف . نوراني ",د مزارشریف د والي په نو م د یوې پښتني خورلیک 5637,ميرويس جلالزى,"   رپوټونه د سيمه ييزو پوليسو په نكل كاږې چې ايټالوى خبريال ګبريل تورسيلو د جمعې په ورځ د برمته كوونكو له خوا خوشې شو. له بلې خوا د ايټاليا د دفاع وزارت د يوه چاپې بيان په خپرولو خبر وركړ چې ايټالوى عكس اخيستونكى روغ رمټ دى او افغان دولت د هغه د خلاصون � �پاره له تښتونكو سره كومه معامله نه ده كړې. عيني شاهدانو وويل چې ګبريل نومى ببر سرې خب� �يال په ګرشك ولسوالې كې ليدل شوى او وروسته بيا افغان پوليسو له ځان سره خوندې ځاى ته لېږدولى د� �. د يادونې وړ ده چې د تورسيلو برمته كونكو د هغه له برمته كولو وروسته د ايټاليا له دولت څ خه غوښتنه كړې وه چې خپل ټول سرتيري له افغانستان څخه وباسې او همدا رنګه عيسوى شوى افغان عبدالرحمان هم دوى ته وسپارې چې دا دواړه غوښتنې د ايټالوې چارواكو له خوا رد شوې وې. تورسيلو  د اكتوبر د مياشتې په څوارلسمه نېټه كله چې له هلمند څخه د كندهار په لور روان وو د ناپېژندل شويو كسانو له خوا وتښتول شو.       ",ايټالوې خبريال په هلمند كې وموندل شو 5638,ميرويس جلالز ى," د افغانستان د كورنيو چارو وزارت چا� �واكې وايې چې دا مخدره توكې د پنجشنبې په ورځ د نوموړې ولايت د والۍ ميرمن حبيبې سرابي په حضور كې د پوليسو له خوا وسوځول شول. دا مخدره توكې چې ټول ټال وزن يې يو ټن ته رسيده له تيرو څو مياشتو راهيسې د باميانو په ولايت كې نيول شوي وو. ",په باميانو كې مخدره توكي وسوځول شول 5639,ميرويس جلالزى,"     عبيدالله رامين د پنجشنبې په ورځ د افغانستان له ټولو كروندګرو غوښتنه وكړه چې د مني د موسم په اوږدو كې دې په خپلو مځكو كې هغه د مېوه لرونكو ونو نيالګي كښېنوې چې د كرهنې وزارت په واك كې دي او كروندګر كولاى شې چې دا نيالګې په ډېره  ټيټه بيه تر لاسه كړې. د رامين په وينا چې د افغانستان ډيرى كروندګر وروسته له هغه په خپلو مځكو كې د مېوه ل� �ونكو ونو د نيالګيو له كښېنولو لاس په سر شول چې د ګاونډيو هيوادو له خوا روزل شوي نيالګيو د دوى په مځكو كې سم حاصل ور نكړ. د كرهني وزارت د وزير په وينا دا نوي نيالګې چې اوس يې دا وزارت په لاس كې � �رې اصلاح شوې نيالګې دې او په مځكه كې تر كښېنولو وروسته به په سلو كې ۸۰ فيصده مثبتې پايلې ولري.     ",د كرهنې او مالدارې وزير په كروندګرو غږ وكړ ى 5640,"ميرويس جلالز ى","       د اېران د  سپاه پاسداران  د لوا يو لوړ پوړې جنرال وويل چې د دې تمريناتو  له پيل څخه موخه نړيوالو ته د اېران د پوځې وړتيا ور ښول دې. جنرال على فدايې وويل چې دا پوځې مانورونه د جمعې په ورځ پيل شوې او په ترڅ كې به يې د ايران شهاب يو، شهاب دوه او شهاب درې ډو� �ونه ليري واټن ويشتونكې توغندۍ و ازمويل شې. د يادونې وړ ده چې د دي پوځې تمريناتو په لومړۍ ورځ اېران له مځكې څخه سمندر ته او له سمندر څخه سمندر ته  ويشتونكې توغندۍ و ازموي� �ې. همدا رنګه اېران خپل شهاب دوه  ډوله توغندۍ چې دوه زره كي� �ومتره واټن ويشتلاى شې هم ازمايښت كړل. دا توغندۍ د اېرانې چارواكو په وينا كولاى شې له توغولو څخه دوه دقيقې وروسته د اسرائيلو پلازمېنه تل ابيب ښار په دقيق ډول په نښه كړې. په همدې حال كې د امريكا د باندنيو چارو وزيري مېرمن كانډوليزا رايس ويلې چې اېران غواړې په خپل دې مانور نړيوالو ته خپله پوځې وړتيا ور په ډاګه كړې په داسې حال كې چې د ميرمن رايس په وينا هيڅ يې هم د نړيوالو په وړاندې له وسه نه دې پوره.    ",د ستر پيغمبر په نامه پوځې تمرينات پيل شول 5641,," طالب جنګيالي ادعا کوي چې په مخامخ نښته کې يې د لغمان د عليشنګ د کلانزيل په دوه لاره کې نن پنځه تنه بهرني عسکر وژلي دي . ددغه ډلې يو وياند قاري يوسف ويلي جګړه غرمه مهال پيل اوټوله ورځ يې دوام درلود .نوموړى ادعا کړې چې پرسيمه د ائيتلافي ځواکونو له خوا بم باري شوې او ګڼ شمير ولسي وګړي په کې مړه او ژوبل شوي دي . همداشان طالب وياند ادعا وکړه، چې ددولت شاه ولسوالۍ په زرکمر سيمه کې يې د امريکايي ځواکونو په کاروان بريد کړى دى، چې له امله يې د نوموړي په وينا تر ٢٠ ډير عسکر وژلي او ٥ ټانګونه ( ښوبلى ) يې له مينځه وړي دي . ده ويلي چې د بريد پر مهال ٣ تنه طالبان وژل شوي او ٢ تنه نور ټپيان شوي دي . ",طالب جنګيالي لغمان کې د بريدونو ادعا کوي 5642,ميرويس جلالزى,"     په داسې حال كې چې د انسانانو د بدن د داخلې او باندنيو غړو  جوړښت لوى خداى خورا نازك  جوړ كړى، خو سره له دې هم ځيني انسانان په ډېر بد روغتيايې حالت كې په خپل نازك بدن د يوې اوږدې مودې لپاره د مرګ په وړاندې مبارزه كوې. له دې ډول كسانو يو هم د اسرائيلو لومړى وزير ايريل شارون دى. شارون له څه باندي لسو مياشتو را په دې خوا د مرګ او ژوند تر منځ د كوما په حالت كې قرار لرې. په تل ابيب كې د شارون معالجو روغتيا پالانو د جمعې په ورځ وويل چې د شارون روغتيايې حالت وروسته له هغه د پنجشنبې په ماښام كړكېچن شو چې د نوموړې د زړه له ځينو برخو د وينو بهېدلو پيل وكړ. روغتيا پالان اوس په دې متعقد شوې چې د ايرل شارون د ژوندې پاتې كېدو � �پاره هيله مندې ورځ په ورځ كمېږې.  ",په كوما كې د لس مياشتو په تيريدو بيا هم ژوند 5643,ميرويس جلالز ى,"   د رپوټونو په حواله د جمعې په ورځ د امريكايي ځواكونو او عراقې بلوا ګرو تر منځ د نوموړې هيواد په سويلې برخه كې د يوې نښتې پر مهال ۱۳ وسله وال كسان وژل شوې دې. په دې نښتو كې  د عراقې پوليسو په وينا د دوى او امريكا د پوځ سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده رسېدلې. د يادوني وړ ده چې له تېري يوې م ياشتې را په دېخوا له ۱۰۰۰ تنو ډېر عراقيان د نوموړې هيواد په بېلا بېلو ښارونو كې د تاوتريخوالو قربانيان شوې دې. همدا رنګه په عراق كې د تېري ميلادې مياشتې راهيسې ۱۰۶ امريكايې عسكر له منځه تللې دې.    ",په عراق كې تاوتريخوالې پاې نه مومې 5644,"ميرويس جلالزى","     د روسيې د ګازپروم شركت چارواكو د جمعې په ورځ وويل چې دوى غواړې د هر ټن ګازو د پلورلو په بيه كې په ګرجستان هيواد په سلو كې سل فيصده لوړ والى را ولې. له دې سره به ګرجستان د هر ټن ګازو د پېرودو په بدل كې روسيې ته ۲۳۰ امريكايې ډالره وركړې په داسې حال كې چې له دې مخكې د هر ټن ګازو بيه۱۱۰ امريكايې ډالره وه. د ګرجستان او روسيې تر منځ وروسته له هغه ډيپلوماتېك اړېكى كړكېچن شو چې ګرجې چارواكو د روسيې څلور وګړې د جاسوسۍ په پلمه له خپل هيواد څخه وشړل. اروپايې ټولنې هم له روسيې غوښتنه كړې چې له ګرجستان سره دې د نفتې موادو په راكړه وركړه كې له زغم څخه كار واخلې.    ",روسيه : په ګرجستان به د ګازو بيعه لوړه كړو 5645,ميرويس جلالزى,"     د ملي المپيك د كمېټې د چارواكو په وينا دا شپږ � �وبغاړې د افغانستان د كورش لوب ډلې په ملې ټيم پورى اړوند دې. د كورش لوبه چې د هيواد په دننه كې د چپنكې كوشتې په نامه هم مشهوره ده لرغونتوب يې � �ګسونو پيړيو ته رسېږې. د افغانستان د كورش لوبډلې له دې مخكې د اسيايې هيوادونو د كورش په سياليو كې هم څو ځله ګډون كړى وو چې هيواد ته يې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي دې.  ",د افغانستان شپږ لوبغاړي د قزاقستان په لور وخوځيدل 5646,ميرويس جلالزى,"   د كاپسا ولايت والې پرون بېنوا ويبپاڼي ته په خپلو خبرو كې وويل چې د نوموړې ولايت په تګاب ولسوالې كې يې له ايتلافې ځواكونو سره په يو لړ ګډو عملياتو كې څه نا څه سل تنه سخت دريځې طالبان وژلې او ژوبل كړې دې. د ښاغلې مراد په وينا په دې عملياتو كې د طالبانو درې تنه سيمييز مشران هر يو حاجې مولوې، خيرالله نظامې او قارې زمرى وژل شوې دې.    ",بيا هم د طالبانو مشران ووژل شول 5647,ميرويس جلالزى,"   د امريكا د ملي امنيت سلا كار سټيفن هيډلې چې تېره اونۍ افغانستان ته په يوه غير منتظره سفر را ورسېد د جمعې په ورځ يې له افغان ولسمشر حامد كرزى سره د خبرو اترو پر مهال وويل چې د پاكستان او افغانستان د قبايلې سيمو تر منځ جوړېدونكي جرګه د افغانستان، پاكستان، سيمه او د امريكا د متحده ايالتونو په ګټه ده. ښاغلې هيډلې د دا شان جرګو د جوړېدا په اړه وويل چې دا جرګې د افغانستان د خلكو له پاره ډېرې مهمې دې . همدارنګه حامد كرزي سټيفن هيډلې ته د افغانستان د مخدره توكو د كښت، توليد او قاچاق په وړاندې د مبارزې په اړه معلومات وركړې او ډاډ يې وركړ چې خامخا به د افغانستان له خاورې دا شوم ه پديده د نړيوالو په مرسته له منځه وړې. سټين هيډلې له دوو ورځو راپه دې خوا په افغانستان كې ده او دا نه ده څرګنده چې نوموړى به څه وخت له افغانستان څخه د امريكا د متحده ايالتونو په لور وخوځېږ ې.  ",سټيفن هيډلې: قبايلې جرګه زمونږ او ستاسو په ګټه ده 5648,ميرويس جلالزى,"   د كورنيو چارو وزارت د څارنوالۍ رئيس جنرال عبدالقدير چې د يوه څلوېښت كسيزه پلاوې په مشري د مزار ښار ته رسېدلى، د جمعې په ورځ يې خبريالانو ته وويل چې د لوى څارانوال عبدالجبار ثابت د دستور سره سم يې د بلخ ولايت د دولت آباد ولسوالې ولسوال عمر  جلال توقيف او وروسته يې په بند كې اچولې ده. نوموړى په دې تورن دى چې په غټه شمېره دولتي پيسې يې په خپل جيب كې اچولې او په اداري فساد كې پوره لاس لرې.  ",د بلخ د دولت آباد ولسوال ونيول شو 5649,ميرويس جلالز ى,"   حامد كرزې د جمعې په ورځ د خپلې اونيزې راډيويې وينا پر مهال له ټولو افغانانو غوښتنه وكړه چې د هغو هيوادوالو لاسې محصولات وپيرې چې په خپلو كورنو او يا يې هم د مرسته كونكو ټولنو په مرسته په خيريه موسسو كې توليدوې. حامد كرزې وويل: كه چيرته زموږ هيوادوال دا صنايع وپېرې نو له يوې خوا به د هيواد اقتصاد پياوړى شې او له بلې خوا به د هيواد په دننه كې د كم وسه كورنيو اقتصادي حالت ښه شې او د دې محصو� �اتو توليد به وده وكړې.  ",افغان ولسمشر خپله راډيوې وينا وړاندې كړه 5650,ميرويس جلالزى,"     د طالبانو وياندويانو ادعا كړې چې تېره ورځ يې د لغمان ولايت په علې شينګ ولسوالې كې د يوې وسله والي نښتې پر مهال په غټه شمې� �ه بهرني او كورني سرتېري وژلې دي. خو دولتي چارواكې د طالبانو دا ادعا بې بنسټه بولې. د لغمان ولايت د امنيه قوماندانۍ د جنايې جرمونو په وړاندې د مبارزې م دير وويل چې د دوى له اړخه يوازې دوه پوليس ژوبل شوې او د طالبانو له اړخه په غټه شمېره جنګيالې وژل شوې او ژوبل � �وې دې. ",طالبان: په لغمان كې مو ايتلافې سرتيري وژلې دې 5651,ميرويس جلالزى,"   د پاكستان د استخباراتې ادارې (آى، ايس، آى) په وينا دوى داسې شواهد په لاس كې لرې چې د بلوڅ بلواګر نواب اكبر خان بګټې لمسى ابراهيم داغ بګټې  د افغانستان په پلازمېنه كابل كې ژوند كوې. د پاكستانې چارواكو په وينا دوى  دا شواهد له افغان لورې سره شريك كړې خو افغان چارواكو په دې اړه تر اوسه كوم كوټلى ګام ندى پورته كړى. نواب اكبر بګټې چې څه موده وړاندې د پاكستان په بلوچستان ايالت كې د پاكستانې پوځ په يو بريد كې ووژل شو د پاكستاني دولت له خوا په ژوند په دې تورن وو چې له مركزې دولت څخه د بېلتون غوښتونكى وو. له بلې خوا د افغانستان د ملي امنيت د رياست وياند سيد انصاري وايې چې دوى داسې شواهد په لاس كې نلرې چې د بګټې لمسى ابراهيم داغ  دې په افغانستان كې پټ وې.   ", آى ايس آى: د نواب اكبر بګټې لمسى په افغانستان كې دى 5652,ميرويس جلالزى,"   د افغانستان د كورنيو چارو وزارت د امنيتې پوليسو د رياست رئيس جن� �ال ظاهر اخبر تېره ورځ وويل چې وروسته له ديېبه خصوصي امنيتې شركتونو ته د كورنيو چارو وزارت له خوا دستور و� �كول كېږې او هغوى نشې كولاى د افغانستان د قانون خلاف عمل وكړې. دجنرال اخبر په وينا د خصوصې امنيتې شركتونو تر شتون نشتون ښه دى او دا شركتونه په دې برسېره چې موثر ندې هغوى د پلازمېنې په ګډون د ځينيو برخو د امنيت په خراب والې كي هم اغېزي لري. د حامد كرزې د حكومت له جوړېدو سره سم د افغانستان په پلازمېنه كابل كې په لسګونو امنيتې خصوصې شركتونو د فعاليت جوازونه تر لاسه كړل چې دم ګړى هم د كورنيو او بهرنيو مامورينو په درلودو فعاليت كوې.  ",خصوصې امنيتې شركتونه ترهګرو ته وسلې وركوي 5653,"ميرويس ج� �الزى","     د پاكستان د جماعت اسلامې ډلې مشر قاضي حسين احمد پرون خبري آژانسونو ته وويل چې د باجوړ په مدرسه امريكايې ځواكونو ګذار كړى دى، ځكه د توغنديو هغه ټوټې چې دوى تر لاسه كړې دا ښيې چې د تعليم القران د مدرسې بېګناه  طالبان د امريكايانو په بريد شهيدان شوې دې. حسين احمد چې ډېر پارېد� �ى وو ټينګار يې وكړ چې هرو مرو به له امريكايانو او د هغوى له ملګرو د دې بريد غچ واخلې. دا بريد چې تېره اونۍ تر سره شو په ترڅ كې يې د پاكستان د پوځ د وياند جنرال شوكت سلطان په وينا۸۰ تنه ترهګرو خپل ژوند له لاسه وركړ. د جمعې په ورځ هم په زرګونو تنو قبايلو د دې بريد د غندلو په موخه په لاريون لاس پوري كړ  او د امريكا د ولسمشر بوش او پروېز مشرف ګوډاګيانو ته يې اور ورته كړ.  ",قاضي حسين احمد: امريكايې توغندۍ پېژنو 5654,," ", 5655,," ", 5656,ميرويس جلالزى," دا خبره د سوډان ولسمشر  عمرالبشير د چين په پلازم ېنه بيجنګ كې د چين او افريقا د هيوادونو له مشرانو سره په غونډه كې وكړه. ښاغلې بشير وويل: چې دوى په دې لټه كې دې چې د دارفور په سيمه كې له ياغيانو سره يو داسې تړون لاسليك كړې چې په هغه سره روان ناورين ته د پاې ټكې كېښودل شې. د يادونې وړ ده چې د سوډان په پلازمېنه خرطوم كې  د روان ميلادې كال د مې په مياشت كې سوډانې چارواكو له ياغې بېلتون غوښتونكو سره ورته تړون لاسليك كړى وو خو د دارفور تړون تر اوسه نه دى لاسليك شوى. د ملګرو ملتونو د سازمان په رپوټ په دارفور  كې  د جګړو له پيل را په دې خوا په س� �هاوو زره تنه بېګناه كسان وژل شوې او تر دوه مليونه ډېر كډوالي ته اړ شوې دې.   ",په سوډان كې به د سولې يو احتمالې تړون لاسليك شي 5657,ميرويس جلالزى,"     رپوټونه وايې چي د يكشنبې د ورځې له را� �سېدو مخكې د عراق د پلازمينې بغداد په ګډون په ټول هيواد كې سخت امنيتې تدابير نيول شوې دې. د پوځ سرتېرو او ملي پوليسو ته امر شوى چې خپلې ټولې رخصتۍ لغوه كړې او په دې هيواد كې د هر راز احتمالې تاوتريخوالې مخه ونيسې. د عراق پخوانى ولسمشر صدام  حسين او د هغه د كابينې ۷ تنه غړې به سبا د دويجل په شيعه ميشتي ښارګوټې كي د پيښې په اړه د محكمې له وروستۍ پرېكړې سره مخ � �ې. د عينې شاهدانو او قاضيانو په وينا صدام حسين د خپلې واكمنۍ پر مهال په دوجيل ښارګوټې كې ۱۴۸ تنه بېګناه كسان په كمياوې ګاز وژلې دې خو صدام حسين دا تورونه په وار_وار رد كړې دې. د  صدام محاكمه له دې مخكې هم تر ۳۰ ځله ډېره جوړه شوې وه خو كومه غوڅه پايله يې نه ده لر� �ې.      ",پر صدام حسين به سبا د محكمې حكم صادر شي 5658,,"   د بېنوا ويبپاڼي ځانګړى راپور   آغلې شكيبا: د ولسي جرګې پلاوى كندهار ته د انارو د مېلې لپاره راغلى دى   د تېرو څلورو مياشتو راهيسي د كندهار ولايت پنجوايي او ژړۍ ولسوالۍ د محشر په ميدان اوښتي دي، دلته د ناټو ځواك په مټ د يوويشتمي پېړۍ د وسله وال ځواك ټول قهر او غضب خپله وح� �تناكه ننداره وركوي، چي د اختر پر دويمه د پنجوايي ولسوالۍ پر زنګاوات كلي د ناټو ځواكونو ړنده بمباري او تر سلو زياتو ولسي وګړو قتل عام د دغي وحشتناكي نندارې يوه پرده وه چي په اړه يې افغان ولسمشر هم وويل چي په دې پېښه خواشينى دى، د بشري حقونو نړيوالو ټولنو او د سره صليب نړيوال سازمان هم خواشيني ورباندي وښوده. د افغان ولسي جرګې له خوا د څېړني لس كسيز پلاوى د موضوع د څېړني لپاره تېره پنجشنبه د لړم پر ۱� �مه كندهار ته راورسېد. د دغه پلاوي يوې غړي شكېبا هاشمي په هماغه شپه د كندهار د روهي ادبي بهير په اوونيزه غونډه كي برخه واخيسته، هغې غونډي ته وويل چي دې له پلاوي څخه وغوښتل چي راشي او په روهي ادبي بهير كي له ليكوالو، روڼاندو او څېړونكو سره وګوري، خو هغوى نه يوازي دا چي خپله رانغله، بلكي د طلوع، آريانا، لمر او ........ ټلوېزونونو ژورناليستان يې هم ورسره پرې نښودل، او بانه يې ستړيا وښوده. آغلي شكيبا وويل چي د دوى پلاوى به هيڅ هم و نكړي، ځكه هغوى كندهار ته يوازي د انارو د مېلې په نيت راغلي دي، هغې زياته كړه چي ما ورته وويل چي تاسو كله بهرنيو هيوادو ته ځئ نو هلته د ستړيا بهانه نشئ كولاى او خپل پروګرام مخته وړئ، خو دلته چي په خپل هيواد كي سفر كوئ او د يوې لويي بشري غميزي د څېړني لپاره راغلي ياست نه غواړئ چي رښتينى واقعيت ځانته م الوم كړئ. دې همدارنګه وويل چي په ولسي جرګه كي د جرګې غړي جميل كرزي د كندهار والي بې كفايته وښود، خو وروسته يې بخښنه وغوښته چي دى احساساتي وو او دا خبره ځني وشوه، دا وايي چي دې وجميل كرزي ته وويل چي تا په خپل ژوند كي همدا يوه رښتيا خبره وكړه خو له بده مرغه بيرته دي واخيسته، هغې زياته كړه كله چي د كندهار والي اسدالله خالد د پلاوي په راتګ خبر شو نو بهر ته يې سفر پلان كړ، چي دوى كله راغله هغه نشته تللى د� �. آغلي شكېبا وويل چي هرڅوك هرڅه كوي خو دا به تر خپله وسه هلي ځلي كوي او د خپل ولس ترڅنګ به ولاړه وي. وروسته ښوونكي مهدي خليق د آغلي شكيبا له نيكو احساساتو او وطندوستۍ څخه مننه وكړه او دا يې رښتيا ووبلله چي آغلي شكېبا په خپل ټول خلوص د خپل ولس ترڅنګ ولاړه ده، دوى هم ټول د دې ملاتړ دي. وروسته د ښاد په نامه يوه ښوونكي د آغلي شكيبا د نيكو احساساتو ستاينه وكړه او په له درده ډكه ژړغونې لهجه يې وويل چي چارواكي د ولس په غم كي نه دي، دوى د ولس د قربانيانو د وارثانو پر زخمونو مالګي دوړوي، ده وويل چي د ده خوريى د دوراهي په چاودنه كي تور سكور شو، دى ولايتي شورا ته د هغه له وارثانو سره د مرستي په نيت څو واره ورغئ خو د شورا مشر احمدولي كرزي دى لكه د فټبال توپ يوې او بلي خواته په لغته وهي، ده وويل چي چارواكي ټول خاينان دي، دى نور ژوند نه غواړي هغوى دي دى ووژني. ورپسې ځوان ژورناليست او ليكوال مفتي احمد فرزان وويل چي هغه م� �ستي چي د پنجوايي او ژړۍ ولسوالۍ د جنګ ځپلو په نامه راځي د چارواكو له خوا خوړل كېږي، بله دا چي د موضوع د څېړني لپاره په پلاوو كي داسي كسان ټاكل كېږي چي هغوى اصلاً د دغو لوبو اړخونه وي، چي هيڅكله هم دولس د درد احساس و� �سره نشته. ده د كندهار پر چارواكو او په خاص ډول پر والي نيوكه وكړه چي دوى اصلاً د مسئلي او ستونزي په رامنځته كولو كي پړه دي، ده وويل له كله چي دغه اوسنى والي (اسدالله خالد) كندهار ته راغلى دى، نو دغه ټولي بدمرغۍ سيمي ته ورسره راغلي دي، بيا رغونه يو مخ په ټپه درېدلې ده، اداري فساد اوج ته ختلى دى، د ځانم� �ګو بريدو شمېره تر تصور اوښتې ډېره شوې ده، جنګونو د بشري ناورين بڼه نيولې ده او هغه مرستي چي ولسمشر يې ژمنې كړي چي جنګ ځپلي به حج ته استوي د دغه ناورين جبران نه شي كولاى. په ده پسې عبدالاحمد محمديار د شكيبا د هلو ځلو او خلوص مننه وكړه، ده وويل چي دا خور په رښتيا د ولس په غم غمجنه ده دوى اوس ستړي كندهار ته راورسېد� �، د دوى نور پلاوى به په رښتيا هم اوس د هوس په محلونو كي په خنداوو بوخت وي، خو دغه نره خور په دا نيمه شپه د كندهار د فرهنګيانو و سپېره غولي ته راغله، ځكه دا پوهېږي چي د ستونزي اصل لار، د منډيګك ماڼۍ په محل او د و� �ايتي شورا د نارنج ماڼۍ په شيش محل كي نشي پيدا كېداى، بلكي د ولس په منځ كي پيدا كېدلاى شي، ده زياته كړه چي دغه پلاوى بايد له چارواكو او د قومي مشرانو په نامه د ولس او قومونو له سوداګرو او دلالانو سره و نه ګوري ب� �كي د ولس له رښتينو خواخوږو او ولسي خلګو سره وګوري او د ستونزي او را پېښ بشري ناورين يو رښتينى انځور ولسي جرګې ته له ځان سره يوسي، ده پر ولسي جرګه او د كندهار پر ولايتي شورا نيوكه وكړه چي دوى خو ولس د خپلو استازو په توګه ټاكلي نو بيا دوى ولي په دغسي يوه لويه غميزه كي د ولس پر بده ورځ كوم جدي غبرګون و نه ښود. په اخيره كي ټولو فرهنګيانو له آغلي شكېبا څخه هيله وكړه چي پر پلاوي ټينګار وكړي چي د حقايقو د ښه روښانتيا لپاره له دوى سره وګوري، هغې هم ژمنه وركړه او ويې ويل كه پلاوي ورسره نه كتل نو دا به په يوازي سر د څېړني او نظر اخيستلو يو پروګرام جوړ كړي.  ",د ولسي جرګې پلاوى د انارو مېله كوي (ځانګړى راپور) 5659,," عبدالله پتمن/كابل د امنيتې چارواکو په وينا د سوډان په دارفور سيمه كي د حکومت ضد عربې ملېشو په تېره يوه اونۍ کې چې دولتې جامې يې په تن وې په اتو کليو بريدونه کړي چې دا مرگ ژوبله يې رامنځته کړه. له دغې سيمې څخه د افريقايې ټولنې د يوه ټيم د ليدنې وروسته د ملگرو ملتونو د انسانې حقوقو ټولنې د دغې پيښې د پلټنې غږ کړى دى. د � �پوټونو له مخې په دغه سيمه کې شاوخوا ۵۰۰ تنه عربې ملېشې ځاى پر ځاى دي چې د ملگرو ملتونو سرمنشې کوفې عنان هم د دغو ملېشو د بې وسلې کولو غوښتنه کړې وه. ",په دارفور کې د ۲۷ ماشومانو په گډون ۶۳ کسان وژل شوي 5660,," عبدالله پتمن/كابل امريکا د خپل هيواد له خوا د انټرنيټ هغه پاڼه وتړل چې پکې د اټومې بمونو د جوړېدو لارې ذکر شوې وي. په دغه پاڼه كي هغه اسناد هم موجود وو چي پر عراق له بريد وروسته د امريكا لاسته ورغلي وو. د نيو يارک ټايمز اخبار له قوله وسلو جوړونکو ويلې وو چې د دغه اسنادو له لارې  اټوم بم جوړېدلى شي. امريکا دغه سايټ په دې موخه جوړ کړى وو چي د پخوانې ولسمشر صدام حسين د وسلو د پروگرام په اړه پکې معلومات ځاى پر ځاى کړې. د امريکا د ځايي اسخباراتو د وياند په وينا دغه سايټ به د بشپړې څارنې وروسته بيا پيل کړي. په تېرو څو اونيو کې په دغه سايت کې داسې معلومات ځاى پر ځاى شوي وو چې په هغه کې دا څرگند شوې وو چې صدام حسين د 1991 له جگړې مخکې هم د اټومې بم د جوړولو لپاره د پټو هڅو تفصيل ورکړل شوي وو.   ",امريكا د اټومي معلوماتو يوه انټرنيټي پاڼه تړلې ده 5661,," عبدالله پتمن/كابل د بغداد د پوليسو په وينا دغه مړې دوى په ۳۸ساعتونو کې د ښار له بېلابېلو ځايونو څخه ترلاسه کړې دي. چې پرې د ځورونې نښې نښانې ليدلي کېږې. د چارواکو په وينا په دغو مړو کې ۵۶ تنه سړې دي چې ملکې جامې يې په تن وي. د امنيت د خرابېدو له امله عراقې پوځ خپل هغه پوځيان بيرته رابللې دي چې د رخصتۍ لپاره کورونو ته تللې وو او بيړنې حالت يې اعلان کړى دى. دا په داسې حال کې ده چې هيله کيږې  د صدام روانه محاکمه چې د کردانو د ډ� �ييزه وژنې په تور روانه ده د يکشنبې په ورځ يې فيصله معلومه شې.   ",په عراق کې پوليسو ۸۳ مړې موندلې دي 5662,," عبدالله پتمن/كابل د پاکستان په پېښور ښار او قبايلې سيمو کې په زرگونو خلکو پرون د جم عې له لمانځه وروسته درنې مظاهرې ترسره کړې. د دغو مظاهرو غږ په دغه هيواد کې د اسلامې ډلو ټلوالې په وينا په تېره اونۍ کې د پاکستاني پوځ له خوا په يوه مدرسې د بريد پر ضد وكړې چې په کې شاوخوا۸۰ کسان وژل شوې وو. په پېښور کې د جمعې له لمانځه وروسته  په زرگونو خلکو د بېلابېلو اسلامې ډلو په مشرۍ مظاهرې ترسره کړي. مظاهره کوونکو په تېره اونۍ کې د باجوړ په مدرسې بريد په کلکه وغانده. او دا يې يو بد کار وباله. د مظاهرو وينا والو وويل چې پاکستانې چارواکې د امريکا په غلامۍ کې وخت تېروې او د امريکا د خوشحالولو لپاره ورته عملونه ترسره کوي. زياته يې کړه چې په مدرسو د بمبارۍ له امله مجاهدين کمېږې نه بلکي زياتېږې. په پېښور ښار کې دا تر ټولو ستره مظاهره وه چې ترسره شوه. بل خوا په خيبر قبايلي سيمه کې هم مظاهره ترسره شوه او د وژل شوو کسانو غيابانه د جنازې لمونځ يې هم وکړ. دوى يو پريکړه � �يک منظور کړ چې په کې راغلې په قبايلې سيمو کې که امريکايې يا هر بهرنې وکتل شې نو سمدلاسه به ووژل � �ې. ",په پېښور او خيبر كي ستري مظاهرې وشوې 5663,,"   طالب وياند � �اكټر محمدحنيف بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي تیره شپه يې د ميدان وردګو ولايت د سيد اباد ولسوالۍ سره نيژدې د ام� �يکايي عسکرو په کاروان بريد وکړ چي له امله يي د امريکايي عسکرو يو موټر ويجاړ او پكښي سپاره عسکر يي ووژل � �وي دي، نوموړي ادعا وكړه چي تېره شپه۷ بجې يې دسمنګانو ولايت په درخه ولسوالۍ كي د امريکايي عسکرو پر يوه مركز بريد كړى خو له مرګ ژوبلي يې نا خبره دى. ډاكټر حنيف زياته كړه چي تېره شپه يې د کنړ ولايت په سر کاڼو ولسوالۍ هم بريد کړى چي له امله يي ولسوالۍ ته د پام وړ زيان او ښتى دى او همدارنګه يې تېره شپه يوولس نيمي بجې دکندز ولايت په قله زال ولسوالۍ کي د افغان امنيتي ځواكونو پر يوه پوسته بريد وکړ چي له امله يي يو عسکر وژل شوى درې کلا� �نکوفونه او يوه مخابره طالبانو له ځان سره وړي دي. ",طالب وياند د ځينونښتو ادعا كوي 5664,مختاراحمد انتقام/كندهار," راپور: مختاراحمد انتقام   د روهي ادبي بهير ۳۱مه غونډه د روان كال د لړم پر ۱۱مه د ماځيګر پر۴:۲۰ بجو د ښاغلي عبدالله ستوري لخوا د قرانكريم په تلاوت سره پيل سوه. دا تر كوچني اختر وروسته د روهي ادبي بهير لومړنۍ غونډه وه چي پ� �انيستونكي خبري يې د ښاغلي واصل حسنيار پر غاړه وې. نوموړي د اختر د خوښيو كيسې ونكړې بلكي د دې سيمي د وګړو د اختر د ورځو له غميز و څخه وږغېد، له اختره يې ناخوښي وښوول او ويې ويل چي اختر خو داسي نه وي لكه زموږ چي د خوښيو پر ځاى يې له ځان سره غمونه او دردونه يې راوړي وه. ده په بهير كي د ځينو كسانو حركتونو ته په اشارې سره وويل چي موږ بايد له حسد او كينې څخه كار وانخلو، همدا� �ول يې څرګنده كړه چي كه يو ملګرى كمزورى شعر وايي نو پر خندل كېږي، خو ځني كسان چي بيا ښه شعر وايي نو هغوى بيا د خپل حسد پر اساس نه خوښوي او څه پسي وايي، د خبري د روښانه كولو په خاطر يې يو حديث وړاندي كړ چي په كي ويل سوي دي چي ((كه په هر كور كي كه سپى او تصوير وي نو ملكه نه ورځي)) ښاغلي حسنيار وويل چي د حديث په تفسير كي زړه له كور، سپى له حسد او تصوير له دنيا او دولت سره تشبه سوى. نو كه په كوم زړه كي حسد وي  نو په هغه زړه كي خو مينه او مهرباني نسته، هيله يې وښوول چي داسي بايد ونه سي، پر ځاى يې بايدګمزوري ملګري وهڅول سي، خو پر دې يې ډېره خوښي وښوول چي بهير ته نوي ملګري راغلي دي. و� �پسې مختاراحمد انتقام د تېري اونۍ راپور وړاندي كړ، چي د كره كتني لپاره هم څو ټكي په كي پاته وه. ښاغلي عبدالاحمد محمديار راپور وستايه او هغه يې له ستونزو خلاص وباله خو په راپور كي يې د دې خبري لامل و غوښت چي ولي غونډي مېلمه نلري او ولي يې مشر ارزيابي ونكړه. ښاغلي جان محمدصالح ته دا جمله بدخونده ښكارېدله چي په راپور كي راغلي وه غونډه د پلانكي په ق� �ائت ويلو سره پيل سوه خو نوموړي يې سمه بڼه داسي وښوول چي غونډه د چا له خوا په قرائت ويلو پيل سوه. تر هغه وروسته مشاعره وسوه چي دې ښاغليو په كي شعرونه واورو� �: قدرت الله ليوال، توريالي څرګند، سيدحبيب الله روحاني، سيدالرحمان خپ� �واك، محمد اسماعيل، خيرالدين صنميار،واصل حسنيار،عبدالاحمدمحمديار، حكمت الله سروش، احمدالله عباد، عبدالله شاه محتابي، حافظ نثاراحمد، علي احمدسمسور، قيام الدين قيادت، عبيدالله تسل، استاد مهدي خلي� �،عبدالقيوم مينوال،احسان الله جرس،حيات الله څرك،بشيراحمد قادري، ګران اغا الفتيار، حبيب الله قلم مل، سيد نور ساحل،علي محمد جلال، خالد نړيوال،علي محمدحقمل او محمد شريف ناكرار. مشاعره لا پاى ته نه وه رسېدلې چي ښاغلى محمديار بېله بلني د مايك تر شا راڅرګند سولومړى يې د كندهار ولايت څخه ولسي جرګې ته د كندهار د استازي اغلي شكيبا د راتګ خبر وركړ، همدا ډول يې له هغو كانديدانو سر وټكاوه چي دوى د دې سيمي په استازيتوب په ولسي  جرګه كي ناست دي او د دې سيمي د وګړوپه حال ځان نه خبروي، ده وويل چي كه چيري دوى په رښتيا سره زموږ په غم كي واى نو د اختر په ورځو به زموږ په لسګونو كسان نه وژل كېدلاى او په اختر كي به د غم پر ټغر نه واى ناست، اغلې شكېبا يې ډېره وستايل چي د ولس لپاره يې كار كړى او كوي يې ښه مثال يې د ښاغلي سيداحمد قانع له بنده د راخلاصولو پر مهال همكاري وبلل. او دا يې د كندهار په استازو كي يوه وتلې استثنا وبلل. وروسته آغلي شكېبا ته نوبت ورسېد، هغې لومړى بهير ته پر راتګ خپله خوښي وښوول چي له فرهنګيانو سره ويني، خو دا د هغه پلاوي يو غړې وه چي د وروستيو ناورينونو په خاطر كندهار ولايت ته د ولسي جرګې له خوا را لېږل سوى و، دې له خپلو هغو ملګرو شكايت وكړ چي له دې سره په سفر كي ملګري وه، دې وويل چي ما خپلو ملګرو ته  چي د دې سيمي استازي هم دي وويل چي راسئ له عامو وګړو او فرهنګيانو سره وينو، خو دوى وويل چي موږ خسته يو، ددې په نظر چي دوى د انارو ميلې ته راغلي دي نه د خلګو غم ته، همدا ډول دې څرګنده كړ چي موږ كله خارجي هيوادو ته په سفر ځو نو هلته همدغه استازي په هره ميلمستيا او غون� �ه كي برخه اخلي، خو زه افسوس كوم چي دوى په خپل كور كي داسي كوي او له كوره نه راوزي. دې وويل چي ما دوى ته دا هم وويل چي راسى له عامو وګړو سره ووينو ځكه چي عام ولس موږ ته رښتيا وايي، خو د كندهار چارواكي رښتيا نه وايي، دې د كندهار له چارواكو سر وټكاوه او په اخير كي يې وويل چي جميل كرزري څو ورځي مخكي وويل چي د كندهار والي دي بدل سي چي د كندهار حالت سم سي، ما وويل چي لومړى كس دى چي داسي خبر يې وكړه او په خوښه هم سوم، خو وروسته بيرته له خپلي خبري تير سو او بخښنه يې وغوښته، په دې يې خواشيني وښوول چي جميل ك� �زي ولي خپله خبر واخيسته زياته يې كړه چي نوموړي په خپله خبره باور نلرى نو ولي يې يو ځل داسي ويل دې زياته كړه چي د پلاوي په راتلو سره د كندهار والي هم كندهار خوشي كړى او خارج ته تللى. په روهي ادبي بهير كي د راټولو سو فرهنګيانو او ولس څخه يې غوښتنه وكړه چي همكاري ورسره وكړي كنه له ناكامۍ سره به مخ سي ځكه چي په ولسي جرګي كي يوازي ده او څوك يې ملګرى نه كوي. تر دې وروسته ښاغلي استاد مهدي خليق ته ور وركړل سو، ده له اغلي شكيبا مننه وكړه چي بهير ته راغلې ده اوله دې يې زياته خوښي په دې  وښوول چي د بهيروالو سره په دې سپېرو خاورو كي ويني،همدا ډول يې وويل چي زه ددې خور له نظر څخه پوسوم چي هغه نور استازي رښتيا هم د انارو ميلې ته راغلي نه زموږ درملني ته په پاى كي يې د بهير د ملګرو په استازيتوب دې ته هر كلى ووايه او له دې يې غوښتنه وكړه چي هغه كسان چي زموږ درد ته دوا كېږي هغوى هم زموږ په درد خبر كړي. ښاغلي عبدالخليل ښاد د ښاغلي محمديار د خبري په تايداغ� �ې شكيبا ډېره وستايل د هغې له كارو يې يادونه وكړه. ورپسې ښاغلي احمدفرزان د خبرو نوبت خپل كړ، ده هم په ولسي جرګه كي د كندهار استازي ددې سيمي په ناخوالو ناخبر وبلل، د كندهار له والي اسدال� �ه خالد او نورو چارواكو يې سخت سر وټكاوه اود هغوى دليري كولو غوښتنه يې هم وكړه، ددې سيمي د امنيت خرابي، د بيا جوړوني د كارو درېدل يې ددې والي له لاسه وبلل، ده د ناټو د ځواكو پرهغو دليلو هم ډېره حيرانتيا وښوول چي دوى د بمباريو وروسته لرل، ده يادونه وكړه چي دوى ويل چي زموږ كسانودې كورو ته په دوربين كي وكتل په دې كورو كي ښځي او ماشومان نه تر سترګو كېدل او دا د طالبانو ځالي وې نو موږ بمبار كړل،بل دليل يې دا وښود چي ولي موږ ته خ� �كو خبر رانكړه چي موږ په دې كورو كي ژوند كو نو موږ به، بمبار نه پركولاى ده زياته كړه چي د ناټو ځواكونو خو ويل چي زموږ څخه پر مځكه هيڅ هم نه وركېږي موږ هر څه وينو، نو دوى ولي د اختر په ورځ زموږ په لسګونو كسان چي ښځي او ماشومان هم ور په كي وه ووژل؟. تر ده وروسته ښاغلي محمديار د بهير د م� �ګرو په استازيتوب وويل چي موږ كوم سياسي اړخ نه غواړو او نه يې لرو، هيله يې وكړه چي بايد چاته داسي فكر پيدا نه سي، چي بهير سياسي اړخ لري په اخير كي يې وويل چي فرهنګي سياست او ملي سياست به لرو ځكه چاره نه ورڅخه لرو خو هر څه چي وايو بايد دليل اومنطق ولرو، ددې سيمي د وګړو پټه خوله يې د دوى ناتواني وبلل. وروستى كس ښاغلى فيض محمد كارګر و، ده له عامو وګړو او فرهنګيانو ملاتړ وكړ او له ځان سره يې دا پوښتنه لرل چي څو كاله مخكي خو همدې خارجي قواو ويل چي طالبان نور ختم سول او هغه په افغانستان كي نسته، خو اوس له كوم لوري راغله، د كومه سول؟ ځواب يې له فرهنګيانو، ولسمشر حامدكرزي، كندهار والي او د ناټو له ځواكو وغوښت. ده وويل چي ولي پر عامو خلكو بمونه غورځول كېږي؟ د كندهار د خلكو ژوند يې ژوند ونه باله، په اخير كي يې هيله وښوول چي پټه خوله مه پاتېږى خپل ږغ پورته كړى، موږ له تاسو سره يو، كه يې تاسو وژلاست نو ما دي په سر كي ووژني. د غونډي مشر ښاغلى عبدالله ستورى، ميلمه يې ښاغلى علي محمدجلال و، د وخت د كموالي له خاطر د غونډي مشر غونډه ارزيابي نسواى كړى. د غونډي په اخير كي و پتېيل سول چي په راروانه اونۍ كي به ښاغلى احسان الله جرس د ښاغلي حكمت الله سروش پر شعر كره كتنه كوي، د غونډي وياند ښاغلى عبدالواسيع هڅيال و، غونډه د ماښام پر ۶:۴۵ پاى ته و� �سېده. ",د روهي ادبي بهير ۳۱مه غونډه جوړه شوه 5665,," کندهار کې ځايي چارواکو ادعا وکړه چې نن د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د حوزې مدد سيمه د کندهار او هرات لارې په اوږدوکې ديوې وسله والې نښتې پر مهال ٦ تنه وس� �ه وال طالب جنګيالي وژل شوي او ١٥ تنه نور ټپيان شوي دي . د ژړۍ ولسوالۍ د پوليسو مشر د نښتې پخلۍ کوي او وايي يوازې يو تن پوليس په جګړه کې ټپي شوى دى او له دښمن څخه يې يو اندازه وسله هم لاس ته راوړې ده . په سيمه کې عيني � �اهدانو هم ددواړو لورو ترمينځ د سختې جګړې پخلۍ وکړ . ويل کيږي جګړه هغه مهال سخته شوې چې طالب جنګياليو د خو� �اکي توکو په يو کاروان بريد وکړ. ",چارواکي : کندهار کې ٨ وسله وال طالبان وژل شوي 5666,," د ولسي جرګې استازو نن په خپله ناسته کې ددولت په بنسټيز جوړښت او تشکيلاتو بحث وکړ اه د افغان ولسمشر حامد کرزي د سلاکاروزيرانو شميره يې له ٤٠ تنو څخه ٩ تنو ته راټيټه کړه اوپريکړه يې وکړه چې وروسته له دې د دولسمشر د سلاکارانو په نوم ياد کړل شي نه د س� �اکار وزير په توګه . استازو د پارلماني چارو په شتون او نه شتون هم ډيرې خبرې وکړې او په دې هکله دولسي جرګې استازي يوه خوله نه وو او دا بحث سره له يو شمير نورو موضوعاتو بلې ناستې ته پاتې شو.. ",دکرزي د سلاکارانوشميره ٩ تنو ته راټيټه شوه 5667,," د کابل پوليسو نن يوې خبري ناستې ته ٤ تنه وښودل چې د دوى په ويناد يوې ترهګرې ډلې غړي دي او غوښتل يې چې ورانکاره عملونه تر سره کړي . دکابل د امنيه قومندان جنرال امان الله ګذر په وينا د دغه ډلې يو غړى په داسې مهال کې ونيول شو چې غوښتل يې د قره باغ ولسوالۍ کې د ائيتلاف پر ځواکونو ځان وژونکى بريد وکړي .د نوموړي په وينا ددغه ډلې دوه تنه نور په کابل ښار کې د جوماتونو ملا امامان دي .همدا شان ګذر يو شمير داسې ټوکي خبريالانو ته وښودل چې دده په خبره د يو تن نيول شوي کس له کور څخه په خي� �خانه مينه کې ترلاسه شوي دي . ",پوليس وايي ٤ تنه ترهګر يې نيولي دي 5668,," دسختو سړو او يخنيو له امله د غربي اروپا يو شمير هېوادونو کې په ميليونو وګړو د بريښنا د نشتوالي له امله د څو ګړيو له تيارې سره مخامخ شول . کړکيچ لوم ړى د المان څخه پيل شو .د بريښنا چارواکو پخلۍ کوي چې فرانسه کې پنځه ميليون وګړو بريښنا نه درلوده . هسپانيا، ب� �جيم او ايتالياکې همدا ډول ستونزه وه . ډير داسې کسان چې په بريښنايي زينو کې بند پاتې شوي وو، په بيړه ژغورل � �وي دي . له دې سره چې تراوسه د کومې ناوړې پيښي د رامينځ ته کيدو رپوټ نه دى ورکړ شوى ، خو بيا هم پر ورځني ژوند او ترافيکو يې ناوړه اغيزه درلوده . ",غربي اروپا کې د بريښنا ستونزه را پيدا شوه 5669,ميرويس جلالزى," د عراق پخوانى ولسمشر صدام حسين نن يكشنبه د ۱۳۸۵ � �مريز كال د لړم د مياشتي پر ۱۴ نېټه د كابل په وخت د غرمې پر يوه نيمه بجه د عراقې محكمې له خوا په اشد م جازات يا اعدام محكوم شو. صدام حسين پر عراق د امريكايي ځواكونو له بريد څخه وروسته دوه كاله وړاندي د ام� �يكايي سرتيرو له خوا نيول شوى وو.   ",صدام حسين په اعدام محكوم شو 5670,ميرويس جلالزى,"   په داسې حال كې چې د يكشنبې په ورځ په زرګونو تنه عراقې كورني او بهرنې سرتيري دنوموړي هيواد په بېلابېلو سيمو كې د دغه هيواد د پخواني ولسمشر صدام حسين د مح كمې د وروستۍ پرېكړې پر مهال د هر ډول احتمالې تاوتريخوالې د مخنيوې لپاره په دندو ګمارل شوي وو په عراق كې د غرمې تر يوې بجې د هيڅ راز خونړۍ پيښې رپوټ نه دى وركړل شوى. د صدام پر دوه څلويښتم ځل محاكمه چې د بغداد په منصور سيمه كې جوړه شوې وه قاضيانو هيڅ يوه ټلويزيونې چينل او خبري آژانس ته اجازه ورنكړه چې د محكمې له جريان څخه ژوندۍ خپروني وكړې. په دې محكمه كې يوازې العراقيه دولتي ټلويزيوني چينل ته اجازه وركړل شوه چې د صدام ح سين او د هغه د ۷ تنو ملګرو د محاكمې پر وخت ژوندۍ خپروني وكړې. چي وروسته قاضې خپل وروستى حكم په دې ډول صادر كړ: صدام حسين: اعدام عوادالبندر: اعدام برزان تكريتې: اعدام ياسين رمضان: عمر � �يد محمد اعزاوې: بې ګناه عبدالله كاظم رويد ۱۵ كاله بند علې دايح : ۱۵ كاله بند مزهر عبدالله: ۱۵ كاله بند د محكمې پر مهال قاضي د صدام حسين يو مدافع وكيل د محكمې د نظم د خرابولو په تور له تالاره وشاړه. ",د صدام د محكمې بشپړ راپور 5671,," د هغه وسله وال بريد له امله چې تيره شپه پاکستان پولې ته نيږدې د خوست ولايت په سپيره ولسوالۍ تر سره شوى ، دغه ولسوالۍ د افغان چارواکو له لاسه وتلې ده . عيني � �اهدانو له بينوا سره منلې چې د ولسوالۍ ودانۍ په بشپړه توګه له مينځه تللې او يو شمير دولتي چارواکي په کې مړه او ژوبل شوي دي . خوست کې يو امنيتي چارواکي منلې چې يوازې ٤ تنه دولتي پوليس ټپيان شوي او نوموړې ولسوالۍ يې بي� �ته تر خپل واک لاندې راوستې . ",دولت د سپيرې ولسوالۍ له لاسه ورکړې 5672,," د طالبانو وياند ډاكټر محمدحنيف بېنوا ويبپاڼي ته په خبرو كي د افغانستان د كورنيو چارو وزارت هغه ادعا رد كړه چي ويل يې په نجراب ولسوالي كي د طا� �بانو يو سيمه ايز قومندان شفيع الله ورته تسليم شوى دى، نوموړي وويل د نجراب په ولسوالي د شفيع الله په نامه د طالبانو هيڅ يو قومندان وجود نه لري. ډاكټر حنيف وويل دولت اوس د خپلي ماتي د پټولو په خاطر د سولي د كمېسون ترنامه لاندي يوه غير فعاله اداره جوړه كړې ده چي غواړي د ولس ذهنيت له اصلي واقعيتونو څخه بل پلو واړوي، نو ناحقه كسانو ته پيسې وركړي او د طالب نوم ورباندي كښېږدي. ده زياته كړه چي طالبان د هيواد خپلواكي غواړي او تر تسليمۍ مرګ غوره بو� �ي. ",طالب وياند د دولت ادعا دروغ گڼي 5673,,"   طالب وياند ډاكټر حنيف بېنوا ويبپاڼي ته وويل تېره ورځ يې د نورستان ولايت په كامدېش ولسوالي كي د امريكايي سرتيرو پر يوه كاروان د بريد له امله ۸ ام� �يكايي سرتيري وژلي دي، نوموړي د خوست ولايت پر تروه ولسوالي هم د بريد ادعا وكړه او زياته يې كړه چي ولسوالي يې تېره شپه تر جګړې وروسته نيولې وه چي له امله يې څلور دولتي سرتيري مړه او يو ژوندى نيولى دى. خو د نوموړي د دواړو ادعاوو په اړه دولتي ځواكونو څه نه دي ويلي. ",طالبان د ۸ امريكايانو د وژلو ادعا كوي 5674,," د ولسي جرګې له پلاوي سره د كندهار ليكوالو په وچه سپين سترګي وكتل   په كندهار كي د پنجوايي او ژيړۍ ولسواليو د روانو بمباريو او شخړو د څېړني په موخه چي د افغانستان د ولسي جرګې دوولس كسيز پلاوى كندهار ته راغلى وو، نن يې د كندهار د ولايتي شورا په تالار كي له قومي مشرانو او چارواكو سره غونډه وكړه. په دې غونډه كي د كندهار ليكوالو او روڼاندو دا نيوكه وكړه چي د ولسي ج� �ګې پلاوي خپله دا ليدنه او نوري ليدني يوازي له دولتي چارواكو سره لري، خو د ولس د ستونزو اساسي حل لاري دوى � �ه چارواكو څخه نشي ترلاسه كولاى، ځكه هغوى د دغو ستونزو اساسي لاملونه دي. ځكه خو يې په دې غونډه كي ليكوالو او د ولس رښتينو استازو ته د خبرو وخت ورنكړ. په داسي حال كي چي دوى څو_څو ځله غوښتنه وكړه خو چارواكو يې مخنيوى وكړ، د غونډي د ختم پر مهال ليكوال د احتجاج په توګه ودرېدل او د خپل نظر د اظهار غوښتنه يې په ډېر ټينګار وكړه، بالاخره عبدالاحمد محمديار د دوى په استازيتوب ځان تر دريځ پوري ورساوه او هلته يې پر ولسي جرګې، د كندهار پر ولايتي شورا او دولتي چارواكو نيوكي وكړې، ده وويل چي د كندهار والي او هم دلته د هيئت يوه غړي حميدالله توخي د ستونزي پړه د ولس او قومونو پر غاړه واچوله چي ولي دوى په خپل امنيت كي ونډه نه اخلي، ځكه د افغانستان په تا� �يخ كي هيڅكله د افغانستان دفاع اردو او پوليسو نه ده كړه، خپله ولس كړې ده نو اوس هم د ولس لپاره شرم دى چي په خپله دفاع كي ونډه نه اخلي. محمديار وويل چي ولس خپله دفاع بايد خپله وكړي، نو بيا منتخب ولسمشر، پارلمان او ولايتي شورا ته څه اړتيا وه، دوى دي ټول استعفاوي وركړي، ولس به خپله دفاع په خپله وكړي، ده زياته كړه چي دلته د ولس او قومونو پر سرونو سوداوي كېږي، خو ولس يې د تحليل ځواك نه لري، محمديار وويل چي نړيوال ځواك د خپل دښمن د وهلو ځواك نه لري، نو يو بېوزله او تش لاسى ولس څنګه خپله دفاع كولاى شي. وروسته نوم وړى په زور له دريځ څخه كش كړل شو او خبري يې ور غوڅي كړل شوې. پاته دي نه وي چي هيئت له دغو ليكوالو سره د ليدني ژمنه كړې وه، خو بيا دوى ته خبر ورسېد چي هيئت كابل ته تلونكى دى او د ولس له رښتينو استازو سره نه ګو� �ي، بيا دغه ليكوال د هيئت د يوې غړي آغلي شكېبا هاشمي په مرسته د غونډي تر تالاره ورسول شول، چي وروسته يې يو تحليلي ليك او نظر هيئت ته وسپاره.             ",د جرګې له پلاوي سره ليكوالو په وچه سپين سترګي وكتل 5675,روزګان خپرونه," Mothly News in Ruzgan دتاسيس کال  ۱۳۸۵  - 2006Afghan Democratic Publication  in Sweden ",دروزګان دوه مياشتنۍ دوهمه ګڼه له چاپه راووتل 5676,ډاکټر عبدالباري - جرمني," هغه بې سترګو ککرۍ د افغانستان څخه وروستي عکسونه راپه يادوي،چي نه يوازي د(فريدريش) شيلر ککرۍ ده، چي موږ و فکر کولو او تألم ته را بولي   د ميشائيل شتورمر ليکنه   د ډاکټر عبدالباري  ژباړه   په ١٦٣٦ ع.م. کال کی د هالينډي انځورګر ادريان فون نوي� �ند اثر برلين کي د خلګو هغه بيره او کرکه لا د زړه نه ده وتلې چي د دويچه اوپر ( دجرمني اوپرا) پر سټيج باندي د انبياوود سرونو وهل کيدل ،او په دې ډول يې خپله بې خوندي او بې سليقه ګي په اثبات ورسوله. او په دې ترڅ کي هلته په افغانستان کي د مړو دککريو خبري را پورته سوې چي د (جرمني) په ټول هيواد کي يې د خلګو قهر او غوسه را وپاروله. د جرمني د ځواکونو رهبرۍ ددغه کرغيړن عمل دوسيه د پوتسدام څارنوالۍ ته وسپارله چي د ايساف د قوماندود سرتيرو څخه و مړو ته د بې حرمتۍ له امله تحقيق او پ� �ټني وکړي. د جرمني ددفاع ( پخواني) وزيرشتروک وايي چي که د يوې خوا (زموږ سرتيري ) په هندوکش کي د جرمني امنيت تأمينوي، خود بلي خوا دلته زموږ د مړو ارواح هم په عذابوي. په برلين کي عام خلګ وايي چي دا څنګه کيداي سي چي جرمني سرتيري دي په داسي ناوړه عمل لکه دمړو د کک� �يو په سپکاوي لاس پوری کړی.د خلګو ږغ ژر پورته سو،او هغه څه يې وويل چي ددې موضوع په هکله بايد ويل سوي واي، خو خبره لا پر دې ځاي پای ته نه ده رسېدلې. د برلين په ”دويچه اوپر“ کي د ايدومينو په نامه ننداره چي د تکرارولوڅخه يې لاس واخيستل سو (FAZ27.09.2006) دغه عجب و غريبه خبره چي وايي: ”مړي پريږدی چي خپل مړي ښخ کړي“  څرګندوي چي ژوندي تل د مړو څخه په وهم کي وه، اوبيځايه نه ښکاري چي پر هديرو يې لوی لوی سخړي ورلغړوي. او هم داچي د مړو د عالم او د ژونديود عالم تر منځ يو نامرئي ديوال ولاړ دئ . دلته د دارلفنا او دارالعقبا، د علم او عقيدې تر منځ پوله ده. ددې پولي دهغي بلی  خوا  په تجربو او خاطرو پسي  د هنر او ادبياتو، ديني او م� �هبي جذباتو او حتا د محرمياتو له منځه وړلو، بيرونکواو هولناکه لوبو په ډولونو هڅي روانی دي .دوی د مړو د آ� �امۍ په اخلالولو سره خپله آرامي اخلالوي. ژوندي بايد پر خپلو ځانو پام وکړي، ځکه دا هيچا ته معلومه نه ده، چي مړي به څونه قدرت لري. هو، له دې امله  دئ چی تل داسي ديني او دنيوي قوانين  په مختلفو شکلونو م وجود وه ، چي ددغه ډول اخلال مخ نيسي. خو په جرمني کي به داسي ټياټر نه وي چي د ابزا� �و او وسايلو په کوټه کي يې د يوه يا بل مړی ککرۍ او هډوکي او يا هم مجسمې نه وي. که نه نو د شيکسپير د”همليت “ صح نه به څنګه  ممکنه واي،بيله دې چي د ککرۍ سره ډيالوګ پکښې ونسي؟ د ګويټه د” فاوسټ“ د بکلوريا د تمثيل دپاره پر ديوالونو باندي نيم درزن ککري په کار لويدلی وي. په ١٦٣٠ ع.م. کال کي د هالينډي انځو� �ګر Pieter Claesz اثر په دې ننداره کي  ميفيستو د فاوست په کاليو کي تر يولړ ککريو لاندي ناست وي او هغه ژوندئ مرئ اته شپيته کلن محصل را ښکاره کيږي، هغه چي په هګۍ کي لا چوڼيدلئ وو اوهيچا يې سن  هم تر ديرشو کالو زيات نه باله . ميفيستو و تماشاچيانو ته مخ راګرزوي او وايي چي دی هم يو د هغو تازه دمو څخه دئ او خپلي بې حده سپين سترګۍ به درته وکړی. او بکلوريا (دا محصل) هم و ميفيستو ته وايي چي:  ” اې ګوياني ککرۍ په دې اقرار وکړه چي دا پک سر دي تر هغې ککرۍ ډير ارزښت نه لري چي هلته لوړه ځړيږي ...“ او ددې سره سم ننداره پيل کيږي. که څه هم ګويټه د مړو د ښخولواو د تدفين د مراسموڅخه ځان ګوښه کاوه ، خو سره ددې يې هم د خپل دوست فريدريش شيلر پر ککرۍ علمي څيړني کړی او نشر ته يې سپار� �ی دي.) د ويکيپيديا په آزاد دايرةالمعارف کي يې راوړي دي چي د ١٨٢٦ کال  په مني  کي ګويټه د وايمار  د انا اماليا د کتابتون څخه د شيلر ککرۍ د خپلوعلمي څيړنو دپاره په پټه وړې وه. ددې موضوع څخه يې يوازي خپل نږدې ملګرئ ويلهيلم فون هومبولټ خبر کړئ وو،او د هومبولټ هم وروسته ونورو ته تر خولې وتلي وه ؛ ژ.( په تخليقي هنرونو کي، په تيره بيا (د اروپا) د باروک په عصر(١٧٥٠-١٦٠٠)کي د هديرو پر شنختود ککريو انځورونه يودود ګرزيد� �ئ وو. په هغو کيندونو کي چي (دايټاليې) په پومپايي کي تر سره سوي وې،د مړه د ککرۍ يو موزائيک ميندل سوئ وو، چي اوس د نياپل (Neapel) د ښار په ملي موزيم کي پروت دئ. د فنا کيدو او له منځه تلو نقشونه په مختلفو وختونو کي په م ختلفو شکلونو ليدل کيږي ، چي د ټولو ډولونو مشترکه وجه په دې کي ښودل سوې ده  چي دنيوي ژوند وفا نه لري او د ښکلااو فنا تر منځ ټينګه اړيکه را ښيي .    هيلينيستي واعظ کوهيليټ چي ”سليماني واعظ“ يې هم بولي د نصيحت په توګه د باطل الباطل خبره کوي او مقصد يې هم دا دئ چي په دنيا کي چي هرڅه دي، بيهوده او بې معنا دي. د منځنيو پيړيوپه  وروستيو وختونوکي د ” مړو نڅاوو“ تر سرليک لاندي انځورونو يوازي هن� �ي اړخ نه درلود، بلکه تر هرڅه دمخه کوښښ کيدئ چي په دې توګه د خلګو پام  د بشري موجوديت  زوال ته ورواړوي او متوجه يې کړي چي انسان و بخښنی  اودعذاب څخه خلاصون  ته اړدئ .   په ١٦٤٢ کال کي  د هالينډي انځورګر Christoffel van den Bergh   اثر د البريشت ديورر (١٥٢٨- ١٤٧١) هغه پاڼي چي ديوحيناانجيل د قيامت علامې پکښې انځور سويدي، هم ددغو دودونو په لړۍ کي راځي. دده تر ټولو وتلي پاڼي هغه د اخيري زمانې د څلورو سپرليو انځورونه دي چي هم حق او هم ناحقه تر پښو لاندي کوي،د دغو څلور سپرليو څخه م� �صد جنګ، ګراني، وبا او مرګ دي. د ديورر بل ډير مهم اثر هم هغه دئ، چي تر ده وروسته نسلونود“ زغروال جنګيا� �ئ،مرګ او شيطان “  نوم پر ايښی دئ. دغه انځور يو زغروال جنګيالئ ښيي چي په پوره بې پروايي د مرګ او � �يطان تر منځ خپله لار وهي. که څه هم د ژوند په هکله دغه حقيقت تر هرڅه روښانه دئ چي په مرګ س� �ه پاي ته رسيږي، خو اوسنيو دغه خبره د پامه غورځولې ده. په پخوانيو مذهبي سندرو کي به ويل کيدل چي: ” د ژوند په منځ کي مرګ ايسار کړي يو.“ يو بل انځورګر چي  بارتيل بيهامز نوميدئ، په ١٥٣٠ع.م. کال کي د يوه هلک انځور کښلئ دئ چي د مړو په ککريو بازۍ کوي او د ريګو ساعت چي د فنا کيدو معنا ورکوي، هم ورته پروت دئ. د البريشت ديورر د څلورو سپرليو تابلو (١٤٩٨-١٤٩٧) ”memento mori  “ يعني  در په ياد کړه چي ژوند دي ابدي نه دئ . دا هغه ښکاره او يا پيچلئ  پيغام دئ، چي انځورګرو تل په خپلو آثارو کي په غير مستقيمه توګه اشاره ورته کړې ده. په يو لړ هنري آثارو کي ليدل کيږي چي  د انځور په يوه کونج کي  د مړه ککرۍ رسم سوې وي او په دې توګه انځورګر خپل پيغام منعکسوي. په بعضي تصويرونو کي پر خوږو ميوو او ښايسته   ګلانو، ملخان، ميږيان، او چينجيان راټول  سوي، چي دغه ټوله د ژوند د زوال سمبولونه بلل کيږي .د ګل غو ټۍ چي پر غوړېدو وي او مړاوی ګل هم ښيي چي ژوند څونه لنډ او بې اعتباره دئ . که څه هم دا نه ده ليدل سوې چي مړه دي و ژونديو ته څه ووايي، خو ( د انګليستان په سهيل کي) د سوسکس دکوچني ک� �ي په يوه کليسا کي دغه ويښونکی پيغام د ژړو پر يوه لوحه ليکل سوی دئ:  ” ملګرې ته چي پر دې خوا تيريږې در په ياد کړه چي زه هم يو وخت ستا په شان وم. ته به هم دغسي سې لکه زه چي اوس يم. ملګرې در په ياد کړه چي ته هم مرګ ل� �ې!“    په ١٦٢٠ کال کي د هالينډي انځورګر van der Ast  Balthasar اثر د ژباړونکي يادونه: د پورتنۍ ليکني اصلي متن  په ٢٧/١٠/٢٠٠٦ نيټه د جرمني د  Die Weltد ورځپاڼي دFeuilleton  په برخه کي نشر سوې دئ. د لومړي او دوهم تصوير په استثناء نور تصويرونه په ژباړه کي د ويکيپيديا انترنيتي دايرة المعارف څخه اخيستل سويدي. والسلام هغه بې سترګو ککرۍ د افغانستان څخه وروستي عکسونه راپه يادوي،چي نه يوازي د(فريدريش) شيلر ککرۍ ده، چي موږ و فکر کولو او تألم ته را بولي   د ميشائيل شتورمر ليکنه   د ډاکټر عبدالباري  ژباړه   په ١٦٣٦ ع.م. کال کی د هالينډي انځورګر ادريان فون نويلند اثر په برلين کي د خلګو هغه بيره او کرکه لا د زړه نه ده وتلې چي د دويچه اوپر ( دجرمني اوپرا) پر سټيج باندي د انبياوود سرونو وهل کيدل ،او په دې ډول يې خپله بې خوندي او بې سليقه ګي په اثبات ورسوله. او په دې ترڅ کي هلته په افغانستان کي د مړو دککريو خبري را پورته سوې چي د (جرمني) په ټول هيواد کي يې د خلګو قهر او غوسه را وپاروله. د جرمني د ځواکونو رهبرۍ ددغه کرغيړن عمل دوسيه د پوتسدام څارنوالۍ ته وسپارله چي د ايساف د قوماندود سرتيرو څخه و مړو ته د بې حرمتۍ له امله تحقيق او پلټني وکړي. د جرمني ددفاع ( پخواني) وزيرشتروک وايي چي که د يوې خوا (زموږ سرتيري ) په هندوکش کي د جرمني امنيت تأمينوي، خود بلي خوا دلته زموږ د مړو ارواح هم په عذابوي. په برلين کي عام خلګ وايي چي دا څنګه کيداي سي چي جرمني سرتيري دي په داسي ناوړه عمل لکه دمړو د ککريو په سپکاوي لاس پوری کړی.د خلګو ږغ ژر پورته سو،او هغه څه يې وويل چي ددې موضوع په هکله بايد ويل سوي واي، خو خبره لا پر دې ځاي پای ته نه ده رسېدلې. د برلين په ”دويچه اوپر“ کي د ايدومينو په نام ه ننداره چي د تکرارولوڅخه يې لاس واخيستل سو (FAZ27.09.2006) دغه عجب و غريبه خبره چي وايي: ”مړي پريږدی چي خپل مړي ښخ کړي“  څرګندوي چي ژوندي تل د مړو څخه په وهم کي وه، اوبيځايه نه ښکاري چي پر هديرو يې لوی لوی سخړي ورلغړوي. او هم داچي د مړو د عالم او د ژونديود عالم تر منځ يو نامرئي ديوال ولاړ دئ . دلته د دارلفنا او دارالعقبا، د علم او عقيدې تر منځ پوله ده. ددې پولي دهغي بلی  خوا  په تجربو او خاطرو پسي  د هنر او ادبياتو، ديني او مذهبي جذباتو او حتا د محرمياتو له منځه وړلو، بېره ونکواو هولناکه لوبو په ډولونو هڅي روانی دي .دوی د مړو د آرامۍ په اخلالولو سره خپله آرامي اخلالوي. ژوندي بايد پر خپلو ځانو پام وکړي، ځکه دا هيچا ته معلومه نه ده، چي مړي به څونه قدرت لري. هو، له دې امله  دئ چی تل داسي ديني او دنيوي قوانين  په مختلفو � �کلونو موجود وه ، چي ددغه ډول اخلال مخ نيسي. خو په جرمني کي به داسي ننداره ( تياتر ) نه وي چي د ابزارو او وسايلو په کوټه کي يې د يوه يا بل مړی ککرۍ او هډوکي او يا هم مجسمې نه وي. که نه نو د � �يکسپير د”همليت “ صحنه به څنګه  ممکنه واي،بيله دې چي د ککرۍ سره ډيالوګ پکښې ونسي؟ د ګويټه د” فاوسټ“ د بکلوريا د تمثيل دپاره پر ديوالونو باندي نيم درزن ککري په کار لويدلی وې. په ١٦٣٠ ع.م. کال کي د هالينډي انځورګر Pieter Claesz اثر په دې ننداره کي  ميفيستو د فاوست په کاليو کي تر يولړ ککريو لاندي ناست وي او هغه ژوندئ مرئ اته شپيته کلن محصل را ښکاره کيږي، هغه چي په هګۍ کي لا چوڼيدلئ وو اوهيچا يې سن  هم تر ديرشو کالو زيات نه باله . ميفيستو و تماشاچيانو ته مخ راګرځوي او وايي چي دی هم يو د هغو تازه دمو څخه دئ او خپلي بې حده سپين سترګۍ به درته وکړي. او بکلوريا (دا محصل) هم و ميفيستو ته وايي چي:  ” اې ګوياني ککرۍ په دې اقرار وکړه چي دا پک سر دي تر هغې ککرۍ ډير ارزښت نه لري چي هلته لوړه ځړيږي ...“ او ددې سره سم ننداره پيل کيږي. که څه هم ګويټه د مړو د ښخولواو د تدفين د مراسموڅخه ځان ګوښه کاوه ، خو سره ددې يې هم د خپل دوست فريدريش شيلر پر ککرۍ علمي څيړني کړی او نشر ته يې سپارلي دي.) د ويکيپيديا په آزاد دايرةالمعارف کي يې راوړي دي چي د ١٨٢٦ کال  په مني  کي ګويټه د وايمار  د انا اماليا د کتابتون څخه د شيلر ککرۍ د خپلوعلمي څيړنو دپاره په پټه وړې وه. ددې موضوع څخه يې يوازي خپل نږدې ملګرئ ويلهيلم فون هومبولټ خبر کړئ وو،او د هومبولټ هم وروسته ونورو ته تر خولې وتلي وه ؛ ژ.( په تخليقي هنرونو کي، په تيره بيا (د اروپا) د باروک په عصر(١٧٥٠-١٦٠٠)کي د هديرو پر شنختود ککريو انځورونه يودود ګرزيدلئ وو. په هغو کيندونو کي چي (دايټاليې) په پومپايي کي تر سره سوي وې،د مړه د ککرۍ يو موزائيک موندل سوئ وو، چي اوس د نياپل (Neapel) د ښار په ملي موزيم کي پروت دئ. د فنا کيدو او له منځه تلو نقشونه په مختلفو وختونو کي په مختلفو شکلونو ليدل کيږي ، چي د ټولو ډولونو مشترکه وجه په دې کي ښودل سوې ده  چي دنيوي ژوند وفا نه لري او د ښکلااو فنا تر منځ ټينګه اړيکه را ښيي .    هيلينيستي واعظ کوهيليټ چي ”سليماني واعظ“ يې هم بولي د نصيحت په توګه د باطل الباطل خبره کوي او مقصد يې هم دا دئ چي په دنيا کي چي هرڅه دي، بيهوده او بې معنا دي. د منځنيو پيړيوپه  وروستيو وختونوکي د ” مړو نڅاوو“ تر سرليک لاندي انځورونو يوازي هنري اړخ نه درلود، بلکه تر هرڅه دمخه کوښښ کيدئ چي په دې توګه د خلګو پام  د بشري موجوديت  زوال ته ورواړوي او م توجه يې کړي چي انسان و بخښني اودعذاب څخه خلاصون  ته اړدئ .   په ١٦٤٢ کال کي  د هالينډي انځورګر Christoffel van den Bergh   اثر د البريشت ديورر (١٥٢٨- ١٤٧١) هغه پاڼي چي ديوحيناانجيل د قيامت علامې پکښې انځور سويدي، هم ددغو دودونو په لړۍ کي راځي. دده تر ټولو وتلي پاڼي هغه د اخيري زمانې د څلورو سپرليو انځورونه دي چي هم حق او هم ناحقه تر پښو لاندي کوي،د دغو څلور سپرليو څخه مقصد جنګ، ګراني، وبا او مرګ دي. د ديورر بل ډير مهم اثر هم هغه دئ، چي تر ده وروسته نسلونود“ زغروال جنګيالئ،مرګ او شيطان “  نوم پر ايښی دئ. دغه انځور يو زغروال جنګيالئ ښيي چي په پوره بې پروايي د مرګ او شيطان تر منځ خپله لار وهي. که څه هم د ژوند په هکله دغه حقيقت تر هرڅه روښانه دئ چي په مرګ سره پاي ته � �سيږي، خو اوسنيو دغه خبره د پامه غورځولې ده. په پخوانيو مذهبي سندرو کي به ويل کيدل چي: ” د ژوند په منځ کي مرګ ايسار کړي يو.“ يو بل انځورګر چي  بارتيل بيهامز نوميدئ، په ١٥٣٠ع.م. کال کي د يوه هلک انځور کښلئ دئ چي د مړو په ککريو بازۍ کوي او د ريګو ساعت چي د فنا کيدو معنا ورکوي، هم ورته پروت دئ. د البريشت ديورر د څلورو سپرليو تابلو (١٤٩٨-١٤٩٧) ”memento mori  “ يعني  در په ياد کړه چي ژوند دي ابدي نه دئ . دا هغه ښکاره او يا پيچلئ  پيغام دئ، چي انځورګرو تل په خپلو � �ثارو کي په غير مستقيمه توګه اشاره ورته کړې ده. په يو لړ هنري آثارو کي ليدل کيږي چي  د انځور په يوه کونج کي  د مړه ککرۍ رسم سوې وي او په دې توګه انځورګر خپل پيغام منعکسوي. په بعضي تصويرونو کي پر خوږو ميوو او ښايسته   ګلانو، ملخان، ميږيان، او چينجيان راټول  سوي، چي دغه ټوله د ژوند د زوال سمبولونه بلل کيږي .د ګل غو ټۍ چي پر غوړېدو وي او مړاوی ګل هم ښيي چي ژوند څونه لنډ او بې اعتباره دئ . که څ ه هم دا نه ده ليدل سوې چي مړه دي و ژونديو ته څه ووايي، خو ( د انګليستان په سهيل کي) د سوسکس دکوچني کلي په يوه کليسا کي دغه ويښوونکی پيغام د ژړو پر يوه لوحه ليکل سوی دئ:  ” ملګرې ته چي پر دې خوا تيريږې در په ياد کړه چي زه هم يو وخت ستا په شان وم. ته به هم دغسي سې لکه زه چي اوس يم. ملګرې در په ياد کړه چي ته هم مرګ لرې!� ��    په ١٦٢٠ کال کي د هالينډي انځورګر van der Ast  Balthasar اثر د ژباړونکي يادونه: د پورتنۍ ليکني اصلي متن  په ٢٧/١٠/٢٠٠٦ نيټه د جرمني د  Die Weltد ورځپاڼي دFeuilleton  په برخه کي نشر سوې دئ. د لومړي او دوهم تصوير په استثناء نور تصويرونه په ژباړه کي د ويکيپيديا انترنيتي دايرة المعارف څخه اخيستل سويدي. والسلام ", (هغه بې سترګو ککرۍ ) دډاکټر عبدالباري ژباړه 5677,بېنواويبپاڼه,"   لېکسيکوگرافي چي د قاموس جوړوني علم ته ويل کيږي د يوې ژبي د ودي او پرمختګ لپاره بنسټيز او ستر ارزښت لري.  � �اموس جوړونه يوه مغلقه او يوه اوږده پروسه ده چي عموماً د ګڼ شمېر پوهانو په گډ کار او ونډه تر سره کيږي.  د نړۍ بېلا بېل هيوادونه د خپلو ژبو د ساتني او پرمختگ لپاره زياتي هلي ځلي کوي او د � �يکسيکو گرافي په ډگر کښي زيات لگښتونه پر غاړه اخلي. پښتو ژبه چي د يوه اټکل له مخي د 45 م� �يونوانسانانو مورنۍ ژبه ده، د نړۍ په شاته پاته ژبو کښي راځي او د منځه تلو د ګواښ سره مخامخ ده. ښايي د نورو وجوهاتو ترڅنگ په پښتو ژبه کښي دپياوړي او معياري قاموسونو يا وی پانگو نشته والی د پښتو د پرشاته پاته والې يو ستر لامل وي.   دقاموسونو ټکی کام وېب پاڼې د لومړي ځل لپاره يوه داسي کليدړه يا کيبورډ پر ليکه کړې ده، چي دپښتوقاموس جوړوني په فونېټيکي برخه کښي به زياتي اسانتياوي رامنځ ته کړي. دپښتو دغه فونېټيکي کيبورډ د قاموسونه ټکی کام پر وېب پاڼه د وړيا ډاون لوډ لپاره ځای پر ځای سوی دی.  د نوموړي کيبورډ  لپاره د پښتو فونېټيکي سمبولونو ټاکنه دپښتو نامتو ژبپوه ښاغلي ډاکټر مجاور احمد زيار کړېده. ددغه سمبولونو کمپيوتري کوډ اوکمپيوتري پروگرام د ځوان افغان احمدولي اڅکزي له خوا جوړ سوی دی.   دقاموسونه ټکی کام وېب پاڼي مسول چلونکي احمدولي اڅکزي بېنوا ته وويل چي دوی په نوموړي کيبورډ کښي دکارول سوو فونېټکي سمبولونو فهرست  دافغانستان د علومو اکاډمۍ ته هم لېږلي دی. ده هيله څرگنده کړه چي دعلومو اکاډمۍ به دغه سمبولونه تصويب کړي ترڅو لاره هواره سي چي دغه سمبولونه د فونېټک په نړۍ واله موسسه IPA   کښي ثبت ته وړاندي کړل سي.   دقام وسونو ويبپاڼي ته د ورتللو پته : www.qamosona.com ",لومړی پښتو فونېټيکي کيبورډ پر کرښه سو 5678,," ", 5679,ب.بهیر وردګ," پوښتنه:گرانه وروره سلامونه خداي ج دي وكړي چه اختر مو په خير سره تير كړي وي وروره ما د اختر څخه د مخه تاسو ته ايمل در ليږلي وه غوښتل مي چه يوه � �م چه د مدر بورد سيريل نمبر بيدون لدي چه سي. پي. او. خلاصه كړو او هلته يي وگورو څنگه كولاي شو چه په سكرين يي مخ ته راولو او هم دارنگه د لن كارد سيريل نمبر په سكرين څنگه معلومولاي شو مگر څواب مو تر اوسه ندي راغلي. ام يد دي چه دا ځل يي څواب په بينوا پاڼه كي و گورم  ستاسي ورور محبوب اللهځواب:ګران محبوب الله جانه! سلامونه د تیر اختر مبارکي تاته هم وایم .له حوصلې دې مننه دا چې لږ په ځنډ ځواب درکوم ومې بخښه.ستا د پوښتنې په هکله باید ووایم چې دا کار یواځې د وینډوز د عامل سیستم په مټ نه دی شونی بلکې کولای شو چې دا کار د ځینو پوستکالو په مټ ترسره کړو.د وینډوز د عامل سیستم په دننه کې د System Information  په نامه یوڅه شته دي ولې په دې ځای کې نشو کولای چې د اصلي دړې Serial Number وګورو دلته ستاسو د سیستم په هکله عمومي معلومات دي .پاتې شوه خبره د پوستکالي:د Advisor په نامه ځیني پوستکالي شته دي چې دا کار کولای شي او د دې پوستکالو په مټ کولای شو چې د خپل سیستم د اصلي دړې Serial Number وګورو.تاسو دا پوستکالي له انټرنیټ نه په وړیا توګه ترلاسه کولای شی .د Belarc Advisor  په نامه یو پوستکالی له لاندې لیکې څخه په وړیا ډول ترلاسه کولای شی . http://www.belarc.com/free_download.html وروسته همدا پوستکالی په خپل سیستم کې انسټال کړﺉ .له انسټال کولو وروسته تاسو به د Desktop پر مخ د Belarc Advisor په نامه یو Shortcut وګورﺉ .اوس که مو غوښتل چې د خپل سیستم د اصلي دړې Serial Number او یا هغه ټول معلومات ترلاسه کړﺉ کوم چې دا سیستم یې لري نو یواځې په همدې Shortcut دوه ځلې کښیکاږﺉ.څو شیبې وروسته به تاسو د انټرنیټ پلټونکي په بڼه یوه پاڼه وګورﺉ چې هلته ستاسو د ټول سیستم په هکله معلومات وي. که دې پوښتنه بیا هم نه وي حل شوې بیا راته ولیکه. په مینه ",د اصلي دړی د پرله پسې شمیرې لیدل 5680,,"  بسم الله الرحمن الرحيم  دسنګين ولسوالي دقومي مشرانو اوهغي محلي دولتي ادارې څخه چې دولس په خوښه به جوړيږ ی دهلمند دولايت دمقام غوښتنې  ١- دولس په خوښه جوړه شوي دولتې اداره به دقومي مشرانو په ملاتړ دافغانستان داسلامې جمهوريت دملي بيرغ ترسيورې لاندې دخپلو خلکو خدمتګاره اداره وی ٠  ٢- نوموړې اداره به دخلکو اوقومې مشرانو په مرسته او ملاتړ دهر ډول بې قانونى اوخپل سرى دمخنيوي هڅه اوهاندکوی اوپخپلو اجرآتو کې به دافغانستان داساسي قانون اونورو نافذ و قوانينو رعايت کوی اودعملې کولو لپاره به يې کوښښ کوی ٠  ٣- دخلکو په خوښه جوړه شوې اداره به دولسوالي په ټول قلمرو کې دامنيت ، عامه نظم اوثبات ټينګښت خپل اساسي لومړيتوب ګڼي اودقومي مشرانو اوولس په مرسته به دعامه نظم ، امنيت اوثبات په وړاندې دهرتلاش دشنډولو کوښښ کوی٠  ٤- نوم وړې اداره به دقومي مشرانو په مرسته دولس په ژوند کې دښه او مثبت بدلون دراوستلو په هيله دبيا جوړونې اونوې جوړونې دپروژو اوپلانونو دتطبيق لپاره دشرايطو په برابرولو کې فعاله ونډه اخلی ٠  ٥- نوې اداره به دخلکو څخه ددولتي قوانينو اومقرراتو سره سم دبرق ، ترانسپورت ، دوکانونو اونورو ټکس اومحصول پيسې راټولوي اودولايت دمقام اوولايتې ادارې په موافقه به يې دګټور لګښت په هکله جوړونکې وړانديزونه کوی ٠  ٦- نوې اداره به دزده کړې لپاره دخلکو دبچيانو پرمخ دولسوالي دټولو ښوونځيو دروازې پرانيستې ساتی ٠  ٧- نوې اداره به دقومې مشرانو او ولس دغوښتنو اوپوښتنو داوريدلو ، دبيا جوړونې اوپراختيايی کارونو دليدنې اودسيمه ايزې حکومتې ادارې دفعا� �يتونو دارزونې لپاره دولايت اومرکز څخه ددولتي هياتونو اودولتې کارکونکو او دموسسو دمنسوبانو دتګ او راتګ دشرايطو په برابرولو کې فعاله برخه اخلی ٠  ٨- دسنګين ولسوالي په ساحه کې ددوراهي - سنګين - کجکي سړک به ددو� �تي ترافيکو اووسيلو پرمخ پرانيستي وی اونوي حکومتي اداره به دقومې مشرانو اوولس په مرسته دسنګين په مرکز کې دهلمند په رود دجوړشوي پله ساتنه کوی ٠  ٩- نوي دولتي اداره اوقومي مشران به ضمانت کوی چې پر ملي اونړيوالو ځواکونو به دخپلو ځايونو دبدلون په وخت کې هيڅ ټک نه کيژی او دهغوي نقل اوانتقال داخلالولو هڅه به نه ترسره کيژی ٠  ١٠ - نوې دولتې اداره به دقومې مشرانو او ولس په مرسته هڅه اوکوښښ کوی کوی ترڅو دسنګين دولسوالي هيڅ برخه اوځاي دهلمند په نورو ولسواليو او ګاونډيو ولايتونو کې دبې ثباتى او پې امنى راوستلو په مرکز او اډه وانه وړی ٠ ١١ - نوې دولتې اداره به د ولسوالي په مرکز کې ددولتي تشکيلاتو څخه بهر کسانو لخوا دوسلو په ساتلو اوګرزولو دبنديز ضمه واره وی٠  ١٢- نوې دولتې ادارې ته ښايی چې خپل کور اوکلي ته دبيځايه شوو دراستنولو اوهغوې ته دبيړنيو مرستو درسولو په ستره اسلامې او انساني چاره کې دفعال ګډون لپاره پوره چمتووالي ولری ٠  ١٣ - دقومي مشرانو لخوا پيشنهاد شوي دولتي اداره به دهلمند دوالي ترمنظورى وروسته په کار پيل وکړی ٠  ١٤ - دپورتنيو غوښتنو اوهيلو ځينې ټکي دخبرو ، مذاکرو اومشورو په بهير کې تکميليدلاي شی ٠  ومن اله ا� �توفيق  دقومي مشرانو اساسي غوښتني  ١- نړيوال اوملي ځواکونه به لږ ترلږه لس کيلو متره دولسوالي له مرکز اوټولو کليو څخه ليرې کيږی ٠  ٢- دولسوالي دولتې اداره به دولس اوقومي مشرانو په خوښه جوړيږی ٠  نوټ : دموسې کلا دموافقو اساسې ټکي هم په لږ توپير پورتني ټکې جوړوی او په سنګين کې دپورتنيو ټکو پر سر دخلکو ترمنځ مشورې اودقومي مشرانو اودولت ترمنځ خبرې دوام لری ٠  په درناوي ",دسنګین دخلکوڅخه دهلمندولایت د مقام غوښتنلیک 5681,," د افغانستان د مشرانو د جرګې مشر صبغت ال� �ه مجددي نن له دولت سره د ١٣٠ تنو د يو ځاى شوو او پيوستون د ناستې پر مهال د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې د اس� �امي ګوند د مشر ګلبدين حکمتيار د بخښنې واک ولس او ملي شورا لري اودا پرېکړه دوى کولاى شي. نوموړي په حکم تيار يو ځل بيا تور ولګاوه چې په خپل وخت کې يې مرګ او ژوبله کړې ده. مجددي له دولت سره د يو ځاى شوو کسانو په هکله چې د اسلامي ګوند او طالبانو سره د نوموړي په وينا تړاو لري خوشالي وښوده او هغوى ته يې د امن اسناد ورکړل. د م� �ي پخلاينې او د سولې د ټينګښت د کميسيون د چارواکو په وينا تر اوسه تر ٢٤٠٠ ډېر مخالف کسان له دولت سره يو ځاى � �وي او د کمېسيون د هلو ځلو له مخې ٤٩٧ تنه د بګرام او ګوانتانامو له جيلونو څخه خوشي شوي دي. ",مجددي: د حکمتيار بخښنه د ولس او شورا واک دى 5682,," د اوبو او برېښنا وزير اسماعيل خان نن په کابل کې د هندوستان له يوې کمپنۍ (سي اىاس) سره د افغانستان په مختلفو سيمو کې د کر او خړوب د ٢١ کوچنيو او م توسطو بندونو د سروې تړون لاس کړ، چې په ١٨ مياشتو کې به د نوموړي په وينا د دغو پروژو تخنيکي او اقتصادي سروې بشپړه شي. د دغو پروژو د سروې لګښت ٢ ميليون او ٢٣٢ زره ډالره اټکل شوى دى، چې د وزارت له پراختيايي بودجې څ خه ورکول کېږي. د چارواکو په وينا د هر بند ظرفيت به د کابل ښار د قرغې د بند په کچه وي. ",د اوبو او کرد ٢١ بندونو د سروې تړون لاس ليک شو 5683,," د دفاع وزارت وياند جنرال محمد ظاهر عظيمي نن يوې خبرې ناستې ته وويل،چې د باز (ګربت) د عملياتو په بهير کې ټول ټال ١٨٠ تنه وسله وال مخالفين وژل شويدي او دغه عم� �يات به د ر اتلونکي کال تر پسرلي پورې دوام ومومي. د نوموړي په وينا دا لومړني جګړه ايز عمليات وو، چې د ملي ا� �دو له خوا يې لارښونه او اداره کېده او د ده په وينا په ناکرارو سيمو کې ٥٠ فيصده په امنيت کې ښه والى راغلى دى. ",دفاع وزارت: ١٨٠ مخالفين وژل شوي دي 5684,," ناپېژاندو وسله والو کسانو د غزني ولايت په واغز ولسوالي کې نن د يوه ښوونځي ښوونکى وژلى دى او د هغه ورور يې په دې شرط چې د غزني ښار ته به تګ نه کوي د ٥٠ زرو کلدارو په بدل کې خوشي کړى دى. وژل شوي ښوونکي پوځي دنده درلوده او د غزني امنيتي چارواکي وايي چې د پيښي په تړوا يې پلټنې پيل کړې دي. ",په غزني کې يو ښوونکى ووژل شو 5685,," طالب جنګيالي په زابل، هلمند او کندهار کې پر افغان او ايتلافي ځواکونو باندې د يو شمېر بريدونو ادعا کوي او وايي گڼ شمېر کورني اوبهرني عسکر يې په بريدونوکې له منځه وړي دي. طالب وياند ډاکتر حنيف ادعا وکړه چې نن يې د يو ريموټ کنټرول بم د چاودنې له امله د زابل د ميزانې ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو يو ټانګ له منځه وړى او ټول سپاره پوځيان په کې وژل شوي دي. همدا شان نوموړي ادعا وکړه چې د هلمند د ګرشک ولسوالۍ د سيدانو په کلي کې يې د يوې مخامخ څلور ساعته جګړې پر مهال د ايتلافي ځواکونو ٤ ټانګونه له منځه وړي دي او ډېر شمير پوځيان يې وژلي دي. وياند ادعا وکړه، چې وروسته د ڼاتو ځواکونو پر سيمه بمبا� �ي وکړه، چې له امله يې د نوموړي په ادعا يو تن طالب او ١٥ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي. طالب وياندادعا وکړه چې نن سهار د کندهار د ميانشين ولسوالۍ کې د ريموټ کنټرول ماين د چاودنې له امله ٨ تنه افغان عسکر وژل شوي او يو موټر له منځه تللى دى. ",طالب جنګيالي د يو شمېر بريدونو ادعا کوي 5686,," په سعودي عربستان کې دسنتي حرفو په نړيوال نندارتون کې د گډون په موخه او د سعودي عربستان د توريزم د سکرتر جنرال شهزاده سلطان بن عبدالعزيز په بلنه د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د توريزم، مالي او اداري چارو د مرستيال پوهنمل غلام نبي فراهي په مشرۍ يو دوولس کسيز افغان پلاوى نن د سعودي عربستان پلازمېنې رياض ته لاړ. د دغه وزارت وياند ناصري وردګ د نوموړي پلاوي د سفر او نندارتون په هکله بېنوا ويبپاڼي ته وويل: دغه نندارتون د روان کال د نومبر په اوومه نېټه پرانيستل کېږي او د نومبر تر څوارلسمې به د نندارچيانو او کتونکوپر مخ پرانيستى وي. په دغه نندارتون کې د نړۍ اسلامي هيوداونه خپل لاسي صنايع او نور توکي نندارې ته وړاندې کوي چې له افغانستان نه هم په لسګونو لاسي صنايع توکي د نندارې لپاره دغه نندارتون ته په لاره دي. ناصري زياته کړه د افغان پلاوي مشر فراهي به د نندارتون د پ� �انيستو پر مهال هم خپله وينا وکړي او د افغانستان د لرغونو تاريخي او طبعي تيوريستي سيمو په اړه به د نندا� �تون برخه والو ته معلومات ورکړي، نوموړى به د خپلې وينا په ترڅ کې له اسلامي هيوداونو څخه وغواړي چې د افغانستان د تيوريستي سيمو او ځايونو په جوړولو کې ورسره مرسته وشي، دغه راز به د افغانستان د لاسي صنايعو � �پاره په نړيوال مارکېټ کې د بازار د پيدا کېدو په اړه هم د نړيوالو پاملرنه د افغانستان لوري ته واړوي. ",افغان دوولس کسيز پلاوى د رياض په لور روان شو 5687,," د افغانستان د ماليې وزير ډاکټر انورالحق احدي نن د اسلامي نړۍ د کنفرانس د ګډون په موخه د پاکستان په لور وران شو. کنفرانس ته د٥٧ هېوادونو استازي رابلل شوي او ټاکل شوې ده د دريو ورځو په بهير کې د سترو سوداګريزو بازارونو د رامنځته کېدو، پانګونې او د عامه اړتياوو په برخه کې د برېښنا، مخابراتو، سړکونو، پلونو او يو شمېر نورو بنيادي پروژو په هکله خبرې او بحثونه وشي. ",د ماليې وزير د پاکستان په لور روان شو 5688,," د ايتلاف يوه خپره شوې پاڼه وايي چې نن سهار يې له افغان ځواکونو سره په گډه په خوست کې د القاعده يو غړى او ورسره ٥ تنه ملګري له يو اندازه چاودېدونکو توکو، وسلې او بمونو سره نيولي دي. پاڼه وايي د عملياتو پر مهال ډزې نه دي شوي او نه چاته زيان رسېد� �ى دى. په نيول شوو کسانو کې عربان او پاکستانيان شته. ",ايتلاف: په خوست کې د القاعده يو غړى نيول شوى 5689,ميرويس جلالزى," د نوموړې ولسوالۍ يوه چارواكې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي وويل: دا بريد تېره شپه د پاكستان له خاوري په دې ولسوالۍ وشو چې په ترڅ كې يې د سپېره ولسوالي د ولسوال په ګډون څلور پوليس ژوبل شول. ويل كېږي بريد كونكو يو افغان په وسله سمبال پوليس له ځان سره ژوندى د ميرانشاه په � �ور وړى دى. د خوست سپېره ولسوالي چې د پاكستان له اوسنۍ پولي سره په ګاونډ كې پرته ده په وار_ وار د مخالفو او� �پكو تر خونړيو بريدونو لاندې راغلې ده. ",د خوست پر سپېره ولسوالي بريد وشو 5690,ميرويس جلالزى," ويل كيږې يو تن چې غوښتل يې ۵ تنه ماشومان د همدې ولايت له مربوطاتو څخه بهر ته قاچاق او د بدن غړې يې وپلوري د پوليسو له خوا د يكشنبې په ورځ نيول شوى دى. نيول � �وى كس د چارواكو په وينا د تخار ولايت ځايې اوسېدونكى دى. دا لومړى ځل نه دى چې په تخار كې ماشوم تښتونكې نيول كېږې له دې مخكې هم د ورته پيښې په تور يوه ډله افغان قاچاقبر نيول شوي وو. ",په تخار كې د ماشومانو تښتونكى نيول شوي 5691,ميرويس جلالزى," په افغانستان كې د نوموړې هيواد نوي سفير د يكشنبې په ورځ په رسمې ډول خپل منل ليك افغان ولسمشر كرزي ته وړاندې كړ چې د هغه له لوري هم ومنل شو. اسټراليا له دې مخكې په افغانستان كې يو سفارتي استازى درلود خو وروسته له دې دا هيواد په افغانستان كې يوه رسمې نماينده ګې هم لري. اسټراليا د بن تر غونډي وروسته له افغانستان سره د مرسته كونكو هيوادو يو مخ كښ هيواد دى چې له سلو مليونو څخه ډېر ډالر يې افغان دولت ته په واك كې وركړې او همدا شان ۲۴۰ خاص سرتېري د نړيوالو سوله ساتو ځواكونو په چوكاټ كې لرې. ",اسټراليا په افغانستان كې خپل سفارت پرانيست 5692,ميرويس جلالزى," د افغانستان د پلازمېنې په ګډون په ټولو هغو ولايتونو كې چې سكان پكي ژوند كوې دا ورځ په شاندارو مراسمو ولمانځل شوه. د كابل په كارته پروان سيمه كې چي� �ته چې په غټه شمېره هندوان او سكان ژوند كوي او يو درمسال يا عبادت خونه هم لري دا ورځ يې د خاصو مذهبې مراسمو په تر سره كولو ولمانځل. ګرو نانك (بابا نانك) له نن څخه ۵۳۹ كاله مخكې دنيا ته سترګي غړولې وې. نوموړي په هندوستان كي له اسلام او هندويي دين له گډولو وروسته په هندوستان كي خپل ځان ته يوه بېله فرقه جوړه كړه چي د سكانو په نوم يادېږي. سره له دې چي نوموړى تر مرګ وروسته د مسلمانانو په شان ښخ كړل شو او تر مرګ و� �وسته د سكانو او هندوانو په شان و نه سوځول شو، بيا هم د هغه د مذهب په اړه چاته كره مالومات نشته چي دى به مسلمان وو كه هندو، او په هندوستان كي د نوموړي قبر ته پر سكانو او هندوانو برسېره هره ورځ په سلګونو مس� �مانان هم ورځي.  ", د ګرو نانك د زېږيدا ۵۳۹ مه كليزه ولمانځل شوه 5693,ميرويس جلالزى," د مشرانو جرګې استازو د يكشنبې په ورځ په افغانستان كې د ځاى پر ځاى شويو نړيوالو سوله ساتو ځواكونو له مشر او په دې هيواد كې د شمالي اتلانتيك د تړون له عمومې قوماندان څخه غوښتنه وكړه چې د پنجشنبې په ورځ ملي شورا ته راشي او هلته د كندهار ولايت د ژيړۍ او پنجوايې ولسواليو په عملياتو كې د ملكې وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه ووايې. دا چې دا دوه بهرني چارواكې به د مشرانو جرګې غوښتنه ومنې كه څنګه په اړه يې نوموړو چارواكو خپلې څرګندونې تر اوسه خبري � �سنيو ته په لاس كې نه دې وركړې. ",مشرانو جرګه: د سوله ساتو ځواكو مشر بايد سپيناوى وكړې 5694,ميرويس جلالزى," په ملې شورا كې د زابل د خلكو استازي حميدالله توخي وروسته له هغه دا څرګندونې وكړې چې نوموړى او د پارلمان ځيني نور وكيلان تېره اونۍ د كندهار د ژيړۍ او پنجوايې ولسواليو د ورستيو پيښو د څرنګوالي د موندلو په اړه دې ولايت ته واستول شول. ښاغلې توخي كابل ته په رارسېدو وويل چې د ناټو ځواكونو په دقيق ډول هغه سيمې په نښه كړې وې چيرته چې طالبان پټ شوې وو. له بلې خوا په پارلمان كې د غزنې د خلكو استازې جبار شلګري ويلې چې ده د ژيړۍ او پنجوايې ولسوالۍ اوسېدونكې دې ته وهڅول چې د هلمند د موسى كلا ولسوالي د اوسېدونكو په څېر ځانونه د امنيت د ټينګوالي لپاره چمتو كړې تر څو بهرنې سرتيري ډير ژر له دې ولسواليو هم پر شا شې. ",حميدالله توخى: ناټو په كندهار كې په طالبانو بريد كړې 5695,ميرويس جلالزى," دا جشن واره چې په افغانستان كې د آلمان د فرهنګې ټولنې (ګويته انستيتيوت) او د قلم ټولني له خوا په لاره اچول شوې چي درې ورځې به دوام وكړې. د قلم ټولني � �ئيس حبيب الله رفيع وويل چې د دې جشن وارې ګډون وال به په افغانستان كې له تېرو ۱۰۰ كلونو را په دې خوا ټول ادبې اثار تر كره كتنې لاندي ونيسې. ",په كابل كې د معاصرو ادبياتو جشن واره پيل شوه 5696,"ميرويس جلالز� �"," ټاكل شوې وه چې د كورنيو چارو وزير ضرار احمد مقبل د يكشنبې په ورځ د ولسي جرګې د شكايتونو د اورېدو كمېسون ته حاضر او د وكيلانو پوښتنو ته ځوابونه ووايې خو نوموړې د نا څرګند لامل په سبب بيا هم كمېسون ته حاضر نشو. د نوموړې پر ځاى د كورنيو چارو وزارت يو ټيټ پوړى جن� �ال دې كمېسون ته حاضر او د مقبل پر ځاى يې د وكيلانو تنده ماته كړه. وكيلانو له نوموړې څخه د هغو پوليسو د نيولو او قانون ته د راكاږلو غوښتنه وكړه چې له مسافرينو څخه په لويو لارو پيسې اخلې. ",د كورنيو چارو وزير ولسې جرګې ته نه حاضرېږې 5697,ميرويس جلالژى," د مشرانو جرګې رئيس او د افغانستان پخوانې ولسمشر صبغت الله مجددي د يكشنبې په ورځ د اسلامي ګوند له فرارې مشر ګلبدين حكمتيار څخه غوښتنه وكړه چې كولاى شې د خپل هيواد د بيا ودانولو لپاره د سولي او ثبات د ټينګښت له كمېسون سره يو ځاى او د بهرنيانو له اطاعت څخه لاس پر سر شې. له دې مخكې ولسمشر كرزي هم ورته غوښتنه لرله خو د اسلامې ګوند وياند هارون زرغون وويل چې حكمتيار په يو شرط � �ه كرزي سره خبرو ته چمتو دى چې له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو سرتېرو د وتلو نېټه وټاكل شې. مجددي وويل چې كه چيرته بهرني ځواكونه همدا نن له افغانستان څخه ووزې نو پاكستانيان به يو ځل بيا د تېر په شان د افغانانو په جامه كې زموږ خاوري ته را دننه شې او هر څه چې غواړي په موږ به يې تر سره كړې. صبغت الله مجددي په داسې حال كې ناراضې حكم تيار ته د سولې بلنه وركوې چې د ده په وينا ګلبدين حكمتيار په كال ۱۳۷۲ كې غوښتل زما د سورلې الوتكه د توغندۍ په ګزار را وغورځوې خو زه له دې بريد څخه روغ رمټ خلاص شوم. ",صبغت الله مجددي: حكمتيار صاحبه راځه 5698,ميرويس جلالژى,"       دا ټكى د ملې دفاع وزارت وياند جنرال محمدظاهر عظيمې وروسته له هغه د يكشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته څرګند كړ چې كورنېو او بهرنيو ډله ييزو خبري رسنيو په دې ورستيو څو ورځو كې داسې خبرونه د هلمند د اوسېدونكو څخه په نكل خپاره كړل چې ګواكې افغان دولت او ناټو ځواكونو د موسى كلا ولسوالي طالبانو ته سپارلې ده. ښاغلې عظيمې دا خبري رد كړې او و يې ويل چې كه چيرته دوى په دې خبر شې چې دا ولسوالي د طالبانو په لاس كې ده نو بيرته به پرې بريد وكړې او هغوى به ترېنه و� �ړې. د دفاع وزارت وياند وويل چې دم ګړى په دې ولسوالي كې د افغانستان شين زرغون او سور رنګى بيرغ رپېږې. ",كه په موسې كلا كې بدلون رانشې بيرته به يې ونيسو 5699,ميرويس جلالزى,"     د جميعت اسلامي ګوند مشر يوې تركې ژبې ورځپاڼې ته په مركه كې ويلې چې د القاعدې ډلې مشر اسامه بن لادن له موږ سره كومه ستونزه نه لرې او د هغه يوازينۍ ستونزه له امريكايانو سره ده. ښاغلې رباني همدا � �نګه ويلې چې د دوى ډله له ټيټ پوړو طالبانو سره اوس هم په خبرو اترو بوخته ده او تر اوسه كومې پرېكړې ته نه دې � �سېدلي. خو نوموړى د جميعت اسلامي ګوند او ټيټ پوړو طالبانو تر منځ د خبرو اترو محورې موضوع نه ده په ډاګه كړي. ",برهان الدين ربانې: موږ له طالبانو سره په خبرو بوخت يو 5700,ميرويس جلالزى," دا ټكى د پاكستان د باندنيو چا� �و وزير خورشيد محمود قصوري له خپل هالنډي سيال برنارت بوت سره د خبرو پر مهال په اسلام آباد كې څرګند كړ. � �صوري وويل يوازينۍ لاره چې كېداى شې د هغې په مرسته د افغانستان او پاكستان پولو ته د ترهګرو له اوښتو مخنيوى وكړې د دواړو هيوادو تر منځ په ۲۵۰۰ كيلومتره ګډه پوله د يوه اغزن دېوال جوړول دي. د هالنډ د بهرنيو چارو وزير هغه ته ډاډ وركړ چې دى به د ناټو غړو هيوادونو له هغو استازو سره وګوري او په دې اړه به ورسره خبرې وكړې چې په افغانستان كې سرتيري لرې. د اغزن سيم د غزولو وړانديز له دې مخكې د پاكستان د ولسشمر جنرال پروېز مشرف له خوا هم � �وى وو چې په وار_وار افغان چارواكو دا غوښتنه رد كړې ده. ",د افغانستان او پاكستان تر منځ يو اوږد دېوال ضرور دى 5701,ميرويس جلالزى," د رپوټونو پر بنسټ دا چاودنه د دوشنبې په سهار د نوم وړې ولايت د اسماعيل خيلو په ولسوالې كې هغه مهال رامنځته شوه چې له سيمې څخه د ملي پوليسو او ملي اردو د س� �تيرو كاروان د تېرېدو په حال كې وو. يو پوليس چې نه يې غوښتل خپل نوم وښيي وويل په چاودنه كې چا ته زيان ځكه نه دى رسېدلى چې كاروان څو شېبې مخكي له دغه ځايه تېر شوى وو. پېښه د پوليسو په وينا له يو ځاى پر ځاى شوې ريموټ كنټرول بم څخه رامنځته شوې ده. ",په خوست ولايت كې چاودنه وشوه 5702,," کابل ښار چې د افغانستان پلازمينه او ددغه هېواد له سترو ښارونو څخه شميرل کيږي لا هم د پلازمينې بڼه نه ده غوره کړې . د ښار دننه د ترافيکو گڼه ګوڼه ، د هوا د چاپيريال خربوالى او ککړتيا، د خپل سروکورنو او هټيو جوړول ، د زورواکو له خوا د دولتي ځمکو غصبول ، په عامه لارو او سړکونوکې د تبګنيانو او لاسي پلورونکو ګڼه ګوڼه او زوږ ، د اوبو ،بريښنا ، سړکونو او د ککړوتوکو د سموشبکونه شتون او په لسګونو نورې داسې ورته ستونزې شته ، چې هم کابل ښاريان ، دولتي چارواکي ،په خپله شاروال ، ښاروالي ، ترافيک او امنيتي چارواکي ورڅخه سر ټکوي . دورته ستونزو په تړاو دولسي او مشرانو جرګو ناستو ته په وار وار چارواکي ورغوښتل شوي ، مګر تر اوسه د ستونزو د اواري له پاره بنيادي چارې نه دي په ګوته شوي . که له يوې خوا د کابل ښاروالي چارواکي د کابل ښار په زړه د قواى مرکز په څلور لاره او ښاوا خواکې کې دوکانونه ورانوي له بل لوري د کمپنۍ پر سيمه کې دشګو او ريګ جوړولو شرکتونو دغه سيمه غار غار کړې ، چې د کڼدوالو بيرته جوړول او سمول به نه يوازې دا چې کلونه ونيسي ، بلکه په ميليونو افغانيو لگښت به پرې راشي . د شګو او ريګ جوړولو شرکتونو يولس تنه خاوندان او چارواکي او کابل ښار وال پرون ولسي جرګې ته ور بلل شوي وو. د شرکتونو چارواکو شکايت د� �لود چې ښاروالي يې په کارونو بنديز لګولى اورته پيښ شوى زيان به له دولت څخه وغواړي . کابل ښاروال بيا وويل چې ددغو شرکتونو تړون لا لس مياشتې وړاندې د کانو او صنايعو له وزارت سره پاى ته رسيدلى او د کابل ښاروالى ٢٥ ک� �ن ماسټر پلان يې له خنډونو سره مخامخ کړى دى . نوموړي ادعا وکړه چې دغو شرکتونو په سيمه کې دلويو او ژورو کندو په رامينځ ته کولو سره دولت ته د ميليونو افغانيو زيان رسولى دى . خو په ناسته کې چې دولسي جرګې مشر يونس � �انوني او د جرګې داقتصاد او شکايتونو د کميسيونو مشران او چارواکو هم حاضر وو، پريکړه وکړه چې د کال تر ختم يدو پورې شرکتونه کولاى شي خپلو کړو وړو ته په دغه سيمه کې ادامه ورکړي او وروسته له هغه دې خپل ماشين الات د � �ته بند سيمې ته وليږدوي .د کابل ښار د قواى مرکز په سيمه کې هم د کابل ښاروالى او هټيوالو لوى غرب او درب روان دي او له پرون راهيسي د ښاروالي چارواکي په سيمه کې دموټرو د پرزه جاتو لوى لوى دکانونه يو پر بل پسې ورانوي او ادعا کوي چې په خپل سراود ماسټر پلان پر خلاف جوړ شوي دي . ځينې هټيوال بيا ادعا کوي ، چې يوازې د کم وسو او کم زورو دکانونه ويجا ړيږي او د زورواکو هرڅه پر ځاى دي . د کابل ښاروالى يو چارواکي وويل چې په پام کې ده په دغه سيمه کې د موټرو څلور لو ى تم ځايونه او يوه لويه څلور لاره جوړ شي او ددغې سيمې ٦٠ فيصده سيمه شنه سيمه ده ، چې دا مهال په کې لس ګونه دکانونه جوړ شوي دي .د ښاروالى د بازار موندلو مشر نثار احمد حبيبي بينوا ته وويل چې د سيمې دکاندارانو ته په بګراميو کې ٣ زره نوي دکانونه جوړ شوي او ډير د وړاندې دوى ته خبر ورکړل شوى وو، چې سيمه تشه کړي او هرڅه نويو دکانو ته وليږدوي . پرته له دې د تيرو پنځو کلونو په بهير کې د کابل ښار په لويو واټونو ، سړکونو او لارو کې د بهرنيو او کورنيو سازمانونو، موسساتو او ځواکونو له خوا د خونديتوب او امنيت د ساتلو تر نامه لاندې د گن شمير سمنټي ديوالونو او چکونو جوړول او ايښودل دا ښار لا نور هم په سې تنګ کړ ، چې له امله يې د ښار دننه د تګ او راتګ او ترافيکو ستونزې لا ډيرې کړې دي . د کابل ښار زړه کې د پخواني کابل هوټل او اوسني سرينا هوټل شاوخوا سړکونه بل ډول بڼه غوره کړې ، د وزير اکبرخانه مينه نوره بيګانه بريښي او په نوي ښار اوځينو نورو سيمو کې هم هرڅه بدلون موندلى دى . ترافيک ، امنيتي چارواکي او کابل ښار والي هم ونه توانيدل چې د شار خنډونه لرې کړي . دورته ستونزو په يادولو سره ويلاى شو چې په ورته ستونزو کې يوازې ښاروالي او ښاروال ګرم نه دي ، د اوسنى ښار وال هلې ځلې بيا هم د پخوانيو ښاروالانو په پرتله له ورايه تر سترګو کيږي ، مګر ترڅو چې دا ښاروالي او زوړ ماسټر پلان ،چارواکي او زورواکي وي ،ورته ستوزې مخ په ډيريدو دي ، ښار به لا نور هم ککړ شي ، بې وزله اوسيدونکي به يې د کور خاوندان نه شي او ټول ښاري حقوق به تر پښو لاندې وي .کابل ښار يان هم دنده لري تر څو د خپل کور ، دکان او ښار په ساتنه ، پاکى، خونديتوب ، ښکلا او پرمختګ کې پوره ونډه واخلي . ولسمشر حامد کرزي ا ودولتي چارواکو ته هم په کار ده چې په دې برخه کې پوره پاملرنه وکړي او اړوندې ادارې او چارواکي دې ته اړ باسي تر څو د يو بنسټيز پلان په تيارولو سره د ټولو خپل سريو مخه ونيسي او په ريښتيني توګه کابل ښار ته د يو هېواد دپ� �ازمينې بڼه وبښي . دا مهال کابل ښاروالي د يو زوړ او ډير پخواني تشکيلاتي جوړښت له مخې د بهرنيو هېوادونود ښارواليو په څير هيڅ ډول مالي ، اقتصادي ، تخنيکي ، کلتوري او فرهنګي ځواک نه لري ، ترڅو چې زموږ ښاروالي دو� �ته ځواکونو او څه ناڅه لوستو مهندسانو ، انجينيرانو او مسلکي چارواکو څخه برخمن نه شي ،نو تل به د ا ستونزې او دا کټو او څمڅه وي . ",کابل ښاروالي او ورسره ستونزې تر څه وخته ! 5703,," د بدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ کې د دوو سيمه ايزو وسله والو قوماندانانو د خپل منځي جګړې پرمهال پرون ٢ تنه وژل شوي او ٣ تنه نور ټپيان شوي دي. د بدخ� �ان ولايت امنيتي چارواکي د جګړې پخلى کوي او زياتوي چې سيمې ته يې د پوليسو نوي ځواکونه استولي دي. ويل کېږي جګړه د حزب اسلامي او جميعت د دوو سيالو قوماندانانو ترمنځ شوې ده. ",په بدخشان کې ٥ تنه وسله وال مړه او ټپيان شوي 5704,," طالب جنګياليو د زابل ولايت د سپينې غبرګي په سيمه کې د لارې ساتلو د ګزمې پر يوه دولتي موټر وسله وال بريد تر سره کړى دى، چې له امله يې د ځايي چارواکو په وينا ١ پوليس مړ او ٢ تنه نور ټپيان شوي دي. په بريد کې د پوليسو موټر ويجاړ شوى او چارواکي ادعا کوي، چې يو وسله وال بريد کوونکى هم وژل شوى دى. د طالبانو وياند ډاکتر حنيف بيا ادعا وکړه چې په بريد کې ٨ دولتي عسکر وژل شوي دي. ",په زابل کې يو پوليس مړ او ٢ تنه ټپيان شوي 5705,," د تخار ولايت د دشت کلا ولسوالۍ اوسېدونکو پ� �ون وروسته له هغه په لاريون لاس پورې کړ ، چې يو تن دولتي پوليس د دغه ولسوالۍ په يوه مېرمن تېرى وکړ او بې پته يې کړه. اوسېدونکو په غوسه سره د ولسوال او امينه قوماندان د ګوښه کېدو غو ښتنه کوله او له لوړ پوړو دولتي چا� �واکو څخه يې په کلکه وغوښتل تر څو نوموړي پوليس ته د شريعت له مخې سخته جزا ورکړي. د تخار يوه امنيتي چارواکي بېنوا ويبپاڼي ته وويل چې پوليس يې نيولى دى او ترې نه تحقيقات روان دي. ",د دشت کلاخلک د چارواکو ګوښه کېدل غواړي 5706,," عيني شاهدانو بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي تېره شپه د كندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ د ملنګ كارېز د امنيتي پوستې پولس پر يوه نامالوم لوري تښتېدلي دي. د يوه عيني شاهد په وينا كله چي دوى سهار راغلل پوسته له پوليسو څخه خالي وه، نوموړي وويل پوليسو خپلي وسلې او بسترې هم ورسره وړي دي. د دې پېښي په اړه كه څه هم تر اوسه افغان ح كومت او طالبانو څه نه دي ويلي خو د سيمي د اوسېدونكو په وينا ښايي تښتېدلي پوليس د طالبانو خوا ته اوښتي وي. دا په داسي حال كي ده چي د زابل ولايت پوليسو هم د خپلو معاشونو د نه وركړي په خاطر د خدمت د پرېښولو ګواښ كړى دى، دوى له رسنيو سره په خبرو كي ويلي چي كه حكومت دوى ته د تېرو مياشتو معاشونه ورنكړي نو مجبور دي چي ټول په يوه سلا خپلي دندي پرېږدي. ",د ملنګ كارېز د امنيتي پوستي عسكر تښتېدلي دي 5707,," په کابل کې خپرېدونکي ويسا ورځپانې په نننۍ ګڼه کې د يو شمېر باخبرو سرچينو په وينا ليکلي، چې په پروان کې يو شمېر قوماندانان غواړي پر خپلو پ� �ويانو وسلې ووېشي. ورځپاڼه زياتوي، پرون د نوموړي ولايت يو شمېر قوماندانانو او قومي مشرانو په چاريکار کې يوه ٤ سوه کسيزه غونډه وکړه او پرېکړه يې وکړه، چې په سيمه کې د طالبانو او اسلامي حزب کسانو په مقابل كي بايد عملي ګامونه پورته کړي. دغه قوماندانان وايي القاعده او اسلامي حزب پروان ته رسېدلي او غواړي دلته امنيتي وضع خ� �ابه کړي، نو دوى ته هم په کار ده چي دفاع وکړي. ",په پروان کې قوماندانان خپل پلويان په وسلوسمبالوي 5708,," د پکتيا په لرې پرته سيمه زرمت کې د کډوالو د ادارې ( اى او ام) دوه تنه انجينران او ورسره دوه ملګري يې تېره ورځ د ناپېژاندو کسانو له لوري تښتول شوي دي. په کابل کې د م� �ګرو ملتونو څانګه د پېښي پخلى کوي اووايي په دې هکله تحقيقات روان دي. د پکتيا د پوليسو مشر روفي هم پېښه منلې او وايې د پوليسو له خبرتيا پرته نه پوهېږي د څه له پاره نوموړي کسان دغه سيمې ته تللي وو. ",په پکتيا کې ۴ كسان تښتول شوي دي 5709,,"    ",د كندهار د كلتوري حوزې د ولسي مركې نظر او وړانديز 5710,احمد فؤاد لامع _ کابل," د ژوندون لاره اوږده،هيله د سيوري په شانزما د رنځور وجود څو چنده مې تر مخه درومياو زه ستومانه لاروی د اميد تنده په خول� �،                              &n; bsp;        پسې ګامونه اخلمخدایه څراغ غواړمهداسې د مينې څراغ،چې سپينې وړانګې يې اثر و� �يندياو دا د هيلو سيورید ژوندون لاره کې، په ما پسې شي ",سيـــــوری 5711,ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ," ( لکچرنوټ : لومړۍ برخه) ليکونکی :  دافغانستان داتوم انرژي سازمان  (AAEC) پخوانی مسئول مش� �  دهستې فزيک پوه  پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ (  جرمني)   سريزه : په ١٩٨٦ م کال يانې شل کاله پخوا داپريل مياشتې په پنځه ويشتمه نيټه د شپې په يوه نیمه بجه د چرنوبيل د څلورم ب� �اک هستوي بټۍ وچاودیدله او اتموسفير ته راديو اکتيو مواد وشيندل شول . چرنوبيل (Tschornobyl) د اوکراين (Ukrain)  هيواد يو کوچنی ښار دی چې هلته څلور هستوي بټۍ څنګ پر څنګ پرتې وې او په نوموړي وخت کې یې کار کولو. . . . تفصي� � يادونه : څ� �نګه چي د ښاغلي پوهنوال ډاکټر صاحب سلطانزي په دې لکچر کي يوشمېر ځانګړې نښي کارول سوي دي  نه غواړو مينه وال ، د پوهنتونونو محصلين اوبېنواويبپاڼي درانه لوستونکي يې په لوستلو يا چاپولو ( پرنټ ) کي له ستونزو سره م خامخ سي . ستاسو څخه هيله کوو چي دپوره لکچر د لوستلو له پاره داځای کښېکاږﺉ . دبياچاپ او خپرولو حق محفوظ دی . بياخپرونکي مکلف دي چي په بېنواويبپاڼه کي د دې ليکني پوره ادرس ( http://benawa.com/arshif/likani/maqala.php?id=9979 ) څرګند کړي .     ",دچرنوبيل هستوي پېښې شل کلن تلين ( لکچرنوټ ) 5712,," د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي څانګې خبر ورکړ چې د پغمان د محکمې رئيس د ٣٠ زرو کلدار د بډې اخستو په تور د پوليسو له لوري نيول شوى دى. دا په داسي ح ال كي ده چي يوه ورځ وړاندې په کابل کې د ٢ تنو څارنوالانو د نيولو پخلۍ هم شوى دى. ",د پغمان د محکمې رئيس د بډې اخستو په تور ونيول شو 5713,," افغان ولسمشر حامد کرزي د بلجيم د بهرنيو چارو له وزير کارل دى ګوخت سره وکتل او د بلجيم هېواد له مرستو څخه يې تر دم ګړۍ د امنيت د ټينگښت او د بيار غاونې په برخه کړي مننه وکړه. کارل د سولې د ټينگښت او د اقتصادي ښه والى په موخه افغان ولسمشر ته د خپل هېواد د مرستو او همکاريو د دوام ډاډ ور کړ. ټاکل شوې ده کارل د خپل يو ورځني سفر پر مهال افغانستان کې د ميشتو بلجيمي عسکرو سره هم له نيژدې وګوري. ",د بلجيم د بهرنيو چارو وزير کابل ته راورسيد 5714,," په کابل کې د ملګرو ملتونو د ادارې يوه وياند حليم صديق منلې چې د تښتول شوو کسانو څخه ٣ تنه خوشي شوي او دوه تنه نور لا اوس هم بې درکه دي. نوموړي کسان د يک� �نبې په ورځ د ناپيژاندو کسانو له خوا د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې تښتول شوي وو. دغو کسانو د يوه ښوونځي په پروژه جوړولو کې کار کاوه. په سيمه کې عيني شاهدانو بېنوا ويبپاڼي ته وويل چې له دې وړاندې طالب جنګياليو په زرمت و� �سوالۍ کې د بهرنيو موسساتو کارکونکو ته خبردارى ورکړى وو، چې له سيمې څخه دې ووزي . ",په پکتيا کې٣ تنه تښتول شوي کسان خوشي شوي 5715,"ډاکټر تکل عبدالرحيمزی","   هغه وخت چې دکوټې د دروازې له کوچني سوري څخه مې ورکتل،ددوی خب� �ې مې ډېرې ښې اورېدلې چې) برايټن (خپل ملګري )توماس بريو( ته ويل: (داسړی بېخي بې ګناه دی،دئ بايد نور خوشې کړای شي).توماس بريو ځواب ورکړ: (زه هم پوهېږم چې دئ څه ګناه نه لري خو دده ګناه همدا ده چې دی بې ګناه دی).خدای (ج) شته ددې خبرې په اورېدلو مې له حلقه ايله لاړې تېرې شوې او له زړه څخه مې ددې اندېښنې جرړې ووتلې چې زه به يې په کوم تور کې راوستی يم؟ په دغه يو کسيزه تنګه کوټه کې مې درې شپې نورې هم په همدې ډول تېرې کړې او هر وخت به مې د دروازې له کوچني ستَو (سوری) څخه د باندې حالات څارل. نن مې زړه ډېرتنګ و او بيا دخپل ځان په اړوند د مبهم سوچ څپو پرمخ اخېستی وم چې د دروازې ګړب مې د سوچ دکېږدۍ مراندې وشکولې او نېغ ولاړشوم،هغه انجلۍ چې هره ورځ به يې راته درې وخته � �وډۍ راوړله نن يې په ځير ځير زما لورته کتل او سترګې يې زما په سترګو کې ګنډلې وې دډوډۍ د تالي له اېښودلو وروسته يې پرشونډو لکه د برېښنا د څرک په څېر نرۍ خندا وغزېدله او بيا يې په ګړب دروازه پورې کړه نن لکه د (فريشتې) د روې په څ ېر په غرمنۍ ډوډۍ کې هم ډاګيز بدلون برېښېده.د فريشتې د روې او دغرمې ډوډۍ بدلون مې په زړه کې بله نوې اندېښنه � �اوټوکوله اود سوچ نيلي مې په دوه بېلابېلو لارو د تګ لپاره اماده ګي کوله دايوه عجيبه شېبه وه چې په يوه وخت کې مې ذهن ته هم د ژوندون اوهم د خپل ژوند د پای د شېبې مبهمو سوچونو لاره کوله،لابه مې  د ډوډۍ مړۍ نه وه تر خولې کړې چې بيا دروازه په درب راخلاصه شوه اوبيا نېغ ولاړشوم داځل نو فريشته نه وه دوه کماندوي عسکر چې دوی هم زما سترګو ته نېغ نېغ کتل،يوه ښه شېبه يې راته وکتل،د بدن رېږده مې وار په وار زياتېدله،په لاس کې نيولې وچه ډوډۍ مې له لاسه وښويدله او په خوله کې پرته مړۍ مې همداسې په خوله کې پاتې شوه د دروازې ښۍ خواته ولاړ عسکر لکه چې په اشاره کې ورته وويل چې خېر ده پرې ايږده چې مړۍ وخوري خو چپ لاس ته ولاړتن په دې ټينګار وکړ چې بايد له ځانه سره يې بوځو ، له دواړو مټو يې ونيولم اود خپل مشر خونې ته يې وروستلم ،د خونې د دروازې له پاسه يې په انګريزي ژبه کښلي وه (دټول م� �ر خونه) اوس نو له رېږدې سره سره زما په بدن نرۍ خوله هم راماته وه خونې ته له ننوتلو سره سم دواړو کماندويانو خپل مشر ته سلامي وکړه او په احترام ودرېدل داچې زما رېږده ډېره زياته وه نو ټول مشر خپل څنګ ته ولاړې انجونې ف� �يشتې ته وروکتل او زما په لور يې اشاره وکړه او بيا دواړو سره وخندل له خندا څخه وروسته ټول مشر دخپلې چوکۍ څخه راپاڅېده او زما پر لور يې يو څوګامه راواخېستل بيا يې په لاس کې نيولې خپله عسکري لښته زما دکاليو په لور ونيو� �ه لښته يې زما له سرڅخه نيولې ترپښو پورې له پورته لوري ښکته کړه او په انګريزۍ کې يې وويل: ( داخلک ولې نه پوهېږي موږ يې دعصرېيت په لور راکاږو او دوی هماغه دجهالت دود او دستور ته ترجېح ورکوي) بيا يې فريشتې  ته وکتل،( تاسو دده داکالي وګورۍ دا به زيات قيمت لري او که ... ؟ خو دوی جاهلان نه پوهېږي چې د دوی لپاره کوم واره ناک پرې ووځي،بس دا وار يې همدومره سزا بس دی او که بيا مو دا جاهل بې سواده ونيولو نو سم به يې پوهومه او دا به ورته ښييم چې زموږ له قانون نه سرغړونه څومره ګناه اوڅومره غټه سزا لري) دده دخبرو په اورېدو مې زړه راټول شو رېږده او خوله دواړه مې په کمېدو شول او پخپله ګناه پوی شوم .دی لږه شېبه غلی و او بيا يې فريشتې ته وويل: ( دی پوی کړه چې څه وکړي؟) فريشته زما څنګ ته رانژدې شوه او په ډېره نرمه لهجه يې راته وويل: ( برادر افغانم! دريشي تان رابپوش که ګناه تان جبيره شود) ماهم ورته سر وخوځاوه او موسکی شوم، او اوس زه هم د خپلې ګناه سزا ته غاړه ږدمه. د زم� �ي ٤مه/١٣٨١ هجري لمريز کالجمعه ،نوی ښار ، کابل،  د ځوانانو مرکز ",دګناه جبيره 5716,ميرولي جان لکنوال," پوهان وايي چې هوښيار هغه څوک دي چې د يو کار له کولو د مخه د هغې د پايلې او نتېجې په اړه فکر او سوچ وکړي مګر چالاک هغه څوک دی چی د کار دکولو په لار کې بيړه لري خو پايله او نتيجه يې نه سنجوي همدا لامل دی چې د حيواناتو په منځ کې ګيدړ په چالاک حيوان شهرت موند� �ید ليکنې موخه او هدف مې هم دادی چې ايا موږ هوښياران يو او که چالاک؟ که له يوې خوا فکر وکړو نو ليدل کيږي چې م وږ هوښياران يو په دې دليل چې د شخصي ګټو په سر او بيخ کې ورځې ورځې فکر کوو نو په دې حساب موږ د نړی تر ټولو هوښيار خلک يو له بلې خوا کله چې خبره د ملي ګټو شي نو دلته مو هوښياري په اتومات ډول په چالاکی بدله شي په بله ژبه په دا ډول مسايلو زموږ فکر او سوچ انې او سمدلاسه وي پرته له دې چې پايله او نتيجه يې وسنجوو سمدلاسه عمل کوو ځکه چې دلته مو شخصي ګټې له ګواښ سره نه دي مخامخ نو په دې حساب موږ د نړی تر ټولو چالاک انسانان يوهوښيار انسان او ټولنه ډير خوند کوي ځکه چې هلته د هر کار پيل او پای مخکې له مخکې سنجول کيږي نو په دا ډول حالاتو کې ټولنه د سوکالی او ښېرازی پرته بل څه نه لري خو بد مرغه ټولنې هغه تولنې دې چې هلته يې خلک د هوښياری په ځای د چالاکی کار اخلي دا ډول خلک له يوې خوا خپل ځان ته دوکه ورکوي او له بلې خوا د خپلې ټولنې سره ظلم او جفا کوي د چالاکی سره چې هوښياري يو ځاې وي خوند کوي خو کله چې هوښياري له چلاکی سره واټن اخلي نو هلته ډېرې انساني چارې او فعاليتونه د خنډ او ځنډ سره مخامخ کيږيرابه شو دې ته چې دلته د کوم ډول خلکو بازار تود دی زما په فکر دلته هغه خلک سر لوړي او معتبر دي چې د چالاکی ټول مهارتونه ورسره مله وي په دې دليل چې دلته کارونه او ګټې لنډمهالې دي هوښياري ځکه کار نه ورکوي چې هغه اوږد مهالې ګټې خوندي کوي او دلته ټول کارونه په لنډو او تېزو ګټو ولاړ دي تر څو چې ملي ګټې پر شخصي ګټو لوړوالی او بر والی ونه لری تر هغو به د هوښياری پر ځای چالاکی بازار تود او ګرم ويپوهه او علم يت ډير مادې او معنوي ارزښتونه خوندي کوي همدا لامل دې چې علميت انسان ته د هوښياری ټول اړخونه روښانوي خو هغه کسان چې د خپلې پوهې او علميت څخه د نورو انسانانو د غولونې او تير ونې په موخه ګټه اخلي په حقيقت کې د هغوی پوهه او علميت په چالاکې بدل شوي همدا لامل دې چې له خپلې پوهي پرځای او معقوله ګټه نه شي اخستېڅومر ه به ښه وای چې دټولو پوهانواو باسواده خلکو چالاکې موپه  هوښياری بدله شوي وای دومره د چالاکی غومبسو پسې اخستي يو چې خپلي ګټې د نورو انسانانو په وژلو کې لټوو که چېرې د پوهې او علميت سره مو د هوښياری ښاپيری يو ځای شي نو بيا به هيڅکله هم د نورو انسانانو د وژلو او زورولو هڅه ونه کړو دا چې موږ انسانان ووژنو انسانان ځوروو علت يي دا دی چې چالاکي مو په هوښياری لاس بري ده راځی چې د چالاکی پر ځای ددې خوار او جنګ ځپلي ملت پر وړاندې د هوښياری تګ� �اره غوره کړو تر څو ددې ملت د ژورو زخمونو لپاره ښه درملنه پيدا کړو. دې همدې هيلې د پوره کيدو په هيله ",هوښياري او چلاکي ( دميرولي جان لکنوال لیکنه ) 5717,," عبدالله پتمن/كاب� � په جبلې ښار کې د اسرائي� �و د بريدونو له امله يوه زده کونکې وژل شوې او څلور نور ټپيان شوې دي. دغه بريد يوه ښونځې ته څرمه ترسره شو،اسرائيلې ځواکونه وايې چې دوى دا بريد د سخت دريځو په يوه گروپ کړى دى. له تېري اونۍ څخه تر اوسه د اسرائيلو په بريدونو کې څه نا څه ۵۰ فلسطينيان وژل شوې دي. فلسطينې چارواکو دغه بريدونه د بېگنا وگړو ټول وژنه بللې ده او په ملگروملتونو يې غږ کړى چې دغه ستونزه د خبرو اترو له لارې حل کړي. د يکشنبې په ورځ د اسرائيلو لومړې وزير يهود المرت له دې ځواب ورکولو څخه ډډه وکړه چې دا بريدونه به تر کوم وخته دوام ومومې. خو زياته يې کړه چې د ترهگرو تر له منځه وړلو پورې به بريدونه دوام ل� �ې.  ",اسرائيلو يوه فلسطينۍ ووژلې او ۴ ټپيان كړي دي 5718,," غلام ولي نوري   د مېړاني جزا( The Punishment of Virtue) د هغه ناندرييز كتاب نوم دى چي د ۲۰۰۶م كال د اكتوبر په مياشت كي د امريكا په متحده ايالاتو كي خپور شو، چي ورسره سم يې د رسنيو او سياسي حلقو پام ځانته واړاوه. د كتاب ليكواله آغلې ساراچيس ده، چي د امريكايوه وتلې ژورناليسته ده او په ۲۰۰۱ كال كي هغه وخت د نيشنل پبليك راډيو(National Public Radio) له خوا څخه نړيوالو ته د طالبانو د زوال د وروستيو شېبو د انځورولو په موخه افغانستان ته را استول شوې وه چي د طالبانو واكمني يوازي د دوى تر مركز كندهار پوري محدوده پاتې وه.   له دې هيواد سره د دې ا� �نايي او د امريكا د متحده ايالاتو اشغال دا دې ته وهڅول چي په افغانستان كي له دغه رواني ډرامې څخه پرده پورته كړي او دغه ټوټه_ټوټه هيواد د يوې ژورناليستي او يوې مرستندويي په صفت يو موټى كړي، همدا لامل دى چي دا په افغانستان كي د ډېرو هغو پټو رازونو څخه خبره او عيني شاهده ده چي عام ولس ډېر لږ ترې خبر دى. كه څه هم له نېشنل راډيو سره د سارا وظيفه په ۲۰۰۲ م كال كي پاى ته ورسېده، خو دې له افغانستان څخه لاس وانه خيست، هغې هوډ كړى وو چي وكړاى شي د دغه جنګ ځپلي هيواد تقدير ته په خپلو هلو ځلو سره بدلون وركړي. همدا دليل وو چي دې له مايكروفون سره مخه ښه وكړه او افغانان د مدني ټولني پر لور چي يوه خيريه ټولنه ده او د ولسمشر كرزي د مشر ورور قيوم كرزي له خوا تمويليږي، هغه وړانديز ومانه چي دې ته يې د وظيفې لپاره كړى وو. په كندهار كي د دې دنده دا وه چي كليدي چارواكو ته د پام وړ ټكي ورپه ګوته كړي. همدا دليل دى، چي د كابل د امنيه قومندان بريد جنرال محمداكرم خاكرېزوال د وژلو تر څنګ د نورو ډېرو زړه بوږنونكو او پټو رازونو عيني شاهده پاته شوې ده. دا زياتوي دغه فاسده جګړه چي په افغانستان كي روانه ده د امريكا حكومت او وسله وال پوځ دې ته زمينه برابره كړه چي يو ځل بيا فاسد مليشه يي قوماندانان واك ته ورسوي او همدا شان پرېږدي چي يو ځل بيا د طالبانو ډله د امريكا د ملګري پاكستان په مرسته خپل نفوذ په سيمه كي وغزوي. سارا په خپل كتاب كي د ټولو هغو شيانو څ خه بحث كوي چي څنګه هغه ځواكمن قبايلي مشران چي د طالبانو له خوا له واكه ګوښه شوي وه بيرته واك ته ورسېدل او پر افغان مظلوم او بېچاره ولس د طاعون اپت په څېر رانازل شول، چي په دغه لوى او بې شرمانه جرم كي د امريكايي پوځ او نورو چارواكو لاس هم شامل دى. د پنيشمنټ اف ورچو په افغانستان كي د امريكا د غلطي پاليسۍ يو ښه سند دى، چي څنګه يې هغه د تېرو پېړيو زوړ او قبايلي جنګسالاري سيسټم بيرته راژوندى كړ چي جبر او ستم يې بايد د افغانستان بې چاره ولس وزغمي. سارا زموږ د ګاونډي پاكستان د مداخلي په اړه وايې چي يوه ورځ د كندهار ولايت مقام ته د پاكستان د استخباراتي ادارې اى ايس اى دوه افسران راغلل، والي ګل اغا شيرزي ته يي وويل چي تاسو ولي له والي اسماعيل خان څخه د هرات ولايت نه نيسئ؟ شيرزي هغوى ته په جواب كي وويل زه په مخ كي دوه خنډونه لرم يو داچي كرزى نه غواړي په هيواد كي كورنۍ جګړه پيل شي او بل د كندهار امنيه قومندان جنرال اكرم خاكريزوال د هرات په نيولو كي زما مخه نيسي. د اى ايس اى افسرانو د جنرال خاكريزوال په اړه والي شي� �زي ته وويل، چي داسي ده نو بيا ولي خاكريزوال نه وژني هغه بايد مړ شي. د دې تر سترګو خاكريزوال يو اتل دى، د دې په كتاب كي داسي فصل به نه وي چي هغې دي په لسګونو واره د خاكريزوال يادونه نه وي پكښي كړې. (خاك� �يزوال نه يوازي دا چي د سارا تر سترګو اتل دى بلكي د هر با احساسه افغان  په فكر كي يو هېرو دى) ((ژباړن)) دا د استخباراتو د هغه مامور يادونه كوي، چي څنګه يې د خلكو څخه د پېښي  اصل  حقيقت پټاوه. دا زياتوي د كندهار هوايي ډګر چي د امريكايانو اډه ده، له اډې دباندي ټولي امنيتي كرښي د رازق شيرزي چي د والي شيرزي ورور دى د نفرو له خوا ساتل كېدې. د همدې اډې عمومي دروازه هم د رازق له خوا كنترولېده، په كندهار كي د امريكايانو لپاره ترجمانان هم همدې شيرزي برابرول، ټولي د بيارغوني پروژې د ده په مشوره اجرا كېدې، همدا دليل دى چي نوري قبيلې د بيارغوني د چارو څخه بې برخي پاته دي. د  خوراكي موادو، موټرونو او نورو موادو راوړلو قرار داد هم له ده سره وو. دا چي د شيرزي كورنۍ د اى ايس اى په مرسته واك ته رسېدلې وه، ځكه نو اى ايس آى د رازق په مرسته دننه په هوايي ډګر كي د امريكايانو د څارلو پوره وس درلود. د والي بل ورور پاچا شيرزى په سيمه كي يو لوى � �اچاق بر دى، چي په ټانكرونو كي به يې پاكستان او اېران ته مخدره مواد استول، يوه ورځ يو ټانكر چي له مايعو مخد� �ه موادو ډك وو د سپين بولدك په سرحدي ولسوالي كي د سرحدي پوليسو له خوا ونيول شو، د ټانكر ډرېور له ځان سره د پاچا شيرزي ليك درلود، چي په كي ليكل شوي وو د دغه ټانكر چلوونكى زما نفر دى څوك يې بايد ونه د� �وي. د پاچا شيرزي سره د مخدره موادو په قاچاق كي د كندهار په هوايي اډه كي د امريكايي پوځ ځيني كسان هم شريكان وو. په كتاب كي داسي ژبه كارول شوې ده، چي د ليكوالۍ او ژورناليزم اصول په پام كي نه دي نيول شوي، آن د ځينو كسانو  پر شخصيت يې تېري كړى دى. لكه (( خالد پښتون ته د � �ېوني سپي او  والي ګل اغا ته په پنډ شونډي او ډډ اوازي خطاب كوي چي دا ټوله شيان د انسان پر شخصيت تېرى او له ژورنالستيكو اصولو خلاف كار دى، چي دا ډول جملو ته په ليكوالي او ژوناليزم كي هيڅ ځاى نشته.    دا كتاب ټول ټال ۳۸۸ مخونه لري او ۳۲ څپركي دى، چي ټوله د افغانستان د تاريخ او روانو پيښو لپاره ځانګړى شوى دى. دا اثر د تاريخ په يوه خورا مهم پړاو كي م نځته راغلى چي ښيي سارا څرنګه له افغانانو سره د هيواد په ودانولو او د قانون او ډيموكراسۍ په پلي كولو كي م� �سته كوي. دا اثر زموږ د اذهانو د روښانولو لپاره يو ښه تاريخي سند دى او د هغو ټولو حقايقو څخه پرده پورته كوي چي د ترهګرۍ ضد په دغه حياتي جګړه كي روان دي. سارا د ولسمشر كرزي د كورنۍ په شمول د � �ومي مشرانو، د امريكا د اردو او ډيپلوماتانو او د افغانستان په حكومت كي د لوړ پوړو كسانو سره خورا نيژدې او تاوده اړيكي لري. آغلې سارا پوره پنځه كاله د يوه افغان يعني كرزي په كورنۍ كي تېر كړي همدا لامل دى چي دا د افغانانو له كلتور او سياست سره پوره بلديت لري، روانه پښتو وايي او ډېر وخت يې د افغانستان پر افسانوي تاريخ  څېړنه وكړه چي څنګه افغانانو په تشو لاسونو د بهرنيو يرغلګرو سره مقاومت كاوه. سارا د ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۰۲ م كال پوري د نېشنل راډيو لپاره له هيواد نه ليري په پاريس، بالكان او الجيريا كي د وياندي په توګه وظيفه اجرا كړې ده. د كاسوو په شخړه كي نوموړې د نيشنل راډيو لپاره د وياندويي تر څنګ د همدې راډيو د نورو ټيمونو سره هم همكاري لرل همدا دليل وو چي دې په ۱۹۹۹م كال كي د فورين پريس كلب او سيګما ډيلټا چي (The Foreign Press Club and Sigma Delta chi) له خوا ايوارډ تر � �اسه كړ. په كتاب كي له ډېرو رازونو څخه پرده پورته شوې ده چي هيله ده د افغانانو د استفادي وړ وګرځي، زه د همدې كتاب د خپراوي څخه خپل نيژدې ملګري مارك چي په لندن كي اوسېږي خبر كړم او راته راويې لېږئ، چي مننه ترې كوم. له دې كتاب څخه مي تر اوسه يو څو څپركي ژباړلي دي. كېداى � �ي د ټوله كتاب تكميلېدل يو څه وخت په بر كي ونيسي، له همدې كبله مي وپتېيله چي په سلسله واره توګه يي د ژباړي د تكميلېدو تر مهاله د يوې له لاري د هيوادوالو د لوستلو جوګه كړم. ",د مېړاني جزا (The Punishment of Virtue) 5719,,"   دملگرو ملتونو افغانستان ته استازی دفتر یا یونما ویاند حلیم صدیق خبري ناستې وویل چې دملگرو ملتونو دامنیت شورا یو پلاوی افغانستان ته دراتلونکی دی دغه پلاوی به له ولسمشر او ځینو نورو چارواکو سره دحالاتو په اړه وغږیږي دغه پلاوی به دهیواد سویل او نوروناامنو سیمو ته هم سفر وکړي اود ناامنیو څیړنه به وکړي دغه پلاوی غواړي حقیقت ومومي چې په افغانستان کې څه تیریږي.  ",دملگرو ملتونو دامنیت شورا افغانستان ته پلاوی استوي. 5720,"د ح . � �يکنه"," د ( ح .) راپو� � افغان ولس په وروستيو دريو لسيزوکې له هر لوري او خوا پر مخ سختې څپړې خوړلې ، چې د ټپونو جوړيدل به يې کلونه وخت ونيسي . دا مهال هم پر يوه او بله خوا وهل کيږي ، کله له بهر څخه او کله هم د خپل کور او مينې د ننه څخه ! د ولس سپين ږيري ، ماشومان او ميرمنې مو هم له دغو ګوازرونو څه خوندي نه دي او لا هم ددغه بې وز� �ه ولس پر مخ د مظلوميت اوښکې روانې دي . ګريوان مو څيرې ،په پښو لوڅ اوخپل کور او خپله مينه را ته په دې دنيا دوزخ ګرزيدلي دي . د کور خاوند هم چيغې وهي ، چې غل دى او غل هم نارې وهي چې غل دى ! د پنځو کلونو په تيريدو سره بيا هم نه يوازې دا چې افغان ولس بلکه زموږ د چارو چارواکي ، سياستوال او نړيوال هم په دې پوره نه پوهيږي ، چې دافغان ولس غميزې ته به څه وخت د پاى بنيادي ټکۍ کيښودل شي ؟ دولس څخه لاره ورکه شوې ، له هر لوري د ظلم کاڼې او ډبرې پرې اوري . سره له دې چې په هېواد کې مود گڼ شمير بهرنيو هېوادونو پوځيان ميشت دي ، دنړيوالې ټولنې د ميلياردونو ډال� �ود مرستواو پور دروند پيټۍ مو پراوږو ايښودل شوى او حتمې ده چې په ملاوو به مو کړوپ او مات کړي ! له دې ستر رنځ او دروند پيټي سره لا هم زموږ تير پنځه کلن ژوند د کميسيونونو په جوړولو ، تيروتنو او غمرازيو په څرګندولوتير شو او داسې څه مو د ژوند، ټولنې او هېواد په ډګر کې ترلاسه نه کړل ، چې د يو ښه راتلونکي افغانستان په موخه يې ډاډه واوسو او سر مو پرې اوچت وي . هره ورځ تيروتنه ،درغلي ،فساد ، دروغ ، ستونزه ، شاتګ او له شګو څخه بندونه جوړول دي ! غواړم دبيلګې په توګه د اريانا افغان هوايي شرکت کړو وړو ته يو څه تم شم او ووايم چې د شيدو دغه ديګ ته به ک� �ه سرپوښ پيداشي ؟او يا به د تل له پاره ددغه ديګ شيدې په خوټيدو وي ؟ دا مهال که له يوې خوا زمو ږ په زرګونو هېوادوالو بيت الله شريف ته د حج دادا کولو د تګ نيت او بندو بست کړى دى ، له بل لوري د اريانا افغان هوايي شرکت الوتکې د اورپا په څيردسعودي عربستان د چارواکو له خوا هم په تور لست کې ځاى ونيو . له دې سره سم هوا هم په سړيدو ده ، بيچاره حاجيان به بيا د تير په څير په سړو کې هلته او دلته سرګردان ګرځي . سره له دې ستونزودترانسپورت وزير او د اريانا مشر جاويد احسان پرون څرګنده کړه چې تلونکو حاجيانو ته به د تګ او راتګ د تکټ ويشلو لړۍ پيل کړي او په دې هکله يې خپل پوره تيارى په ډاگه کړ. دوى ځرګنده کړه چې ستونزې اوارې شوې اود هېوادد څلورو لايتونو له هوايي ډګرونوڅخه به عربستان ته دتلونکو حاجيانو دتګ الوتنې پيل شي . نوموړو هرڅه يوازې په هيلو او پرمختګونو کې نغښتي وبلل او دا يې ورسره غبرګه کړه، چې حاجيانوته د ښو خدمتونو د ترسره کولو په موخه ددغه شرکت د کارکونکو يوه ٢ سوه کسيزه ډله هم عربستان ته استوي .د حج او اوقافو وزارت چارواکو هم ويلي چې د حاجيانو لومړۍ الوتنه به د روان کال د ليندۍ دمياشتې په لومړۍ نيټه ترسره شي . د چارواکو څرګندونې د تير په څير په ډير شد او مد له دولتي او خصوصي ټلويزيونو او راديو ګانو څخه خپرې شوې اوپر سهار يې دورځپاڼو مخونه هم پرې تور شول ، خو چارواکودا ونه ويل ، چې د ٢٣ زرو مظلومو حاجيانو د ليږد له پاره دا ځلې دوى ، اوښان ، اسان او يا خره په کرايه کړي اويا که څنګه ؟ هر څه چې له افغان حاجيانو سره کيږي هغه به کيږي . خو د يو شمير چارواکو او کسانو له پاره د شيدو غوا بيا په � �ير ښه وخت کې لنګه شوه ! ددولت مشرتابه ، ولسي جرګه او مشرانو جرګه هم له دغو چارواکو نه پوښتي چې تاسو تر اوسه څه کول ، بيده واى او که بيدار او پر څه بوخت وى ؟ د وزيرانو شورا خو بيا د تير په څير د بهرنيو ، ترانسپورت ، ح ج او اوقافو له وزيرانوڅخه جوړشوي کميسيون ته دنده وسپارله چې د سعودي عربستان له چارواکو سره دغه موضوع حل کړي . د خبري رسنيو مشران او چارواکي هم په دې څرګندونوغوږونه نه ګروي ، ځکه د ويلو او خپريدلو يو څه ورته پيدا شوي . په داسې حال کې چې ددغه هېواد هره کوڅه ، کلي او ښار کې د خبرونو، ليکنو او خپاروي لسګوني داسې موضوعات شته ، چې په خپرولو سره يې د خبري رسنيو رسالت ترډيره بريده ادا کيږي . په تيرو دوو کلونو کې د ترانسپورت د پخواني وزير په ګډون د اريانا د ٢ تنو پخوانيو مشرانواو يو شمير نورو چارواکو د درغليو دوسيې هم غلې شوې د ډاکترآ تش د درغليو اور هم غلۍ شواو له يو څه مودې وروسته هم د عدلي او قضايي چارواکو او هم د خبري رسنيو خوله پټه شوه .د کابليانو په خبره نوش جانت ! بې ځايه به نه وي چې ووايو دا ځلې به هم د پخوا په شان د افغان حاجيانو له چارو سره و� �ته چلند وشي او داوسنيو چارواکو د درغليو دوسيې به يو څه وروسته تر ګردونو او خاورو لاندې پټې شي . کله چې ماته د اريانا شرکت په الوتکه کې د خپل سفر تير يادونه را په ياد شي ، نو د ټولو مسافرينو او په ځانګړې توګه حج ته د ت� �ونکو افغانانو په هکله يوازې دعا کوم، چې په خير لاړشى او په خير بيرته راشى . ځکه نور څه مې دوسه نه کيږي او نه خو چارواکي دځينو ليکنو پر لوستلو خپل وخت ضايع کوي . مګر د الله(ج) له حساب او کتاب څخه خلاصون نلرو. که له يوې خوا د اريانا الوتکې په رسيو او سنيو تړل شوې له بل لوري يې نه د الوتنې وخت مالوم دى او نه يې په رارسيدو څوک خب� �يږي ! هرڅه د الله (ج) په توکل روان دي . د الوتنې پر مهال خوبيا په هوايي ډګر کې تور درب روان وي . کله چې ما د استانبول سفر درلود د اريانا چارواکو راته وويل ، چې الوتنه د سهار په شپږو بجو ترسره کيږي او ته بايد په څلو� �و بجو هوايي ډګر کې حاضر وې ، همدا مې ومنل او کړل ، خو تاسو پوهيږي چې الوتنه څه مهال وشوه ؟ دورځې په دولسو بجو ! هغه هم د ايران د تهران او وروسته د انقرې او په پاى کې د استانبول په لور ، ٩ ساعته سفر وشو، باور وړکړئ چې د يو افغان په توګه په الوتکه کې له ناستو بهرنيو مسافرينو څخه شرميدم ، هغوى زموږ افغانانو په پته هر څه ويل ! ځواب مو نه درلود . د الوتکې چارواکو هم د ځنډ لاملونه نه په ګوته کول او دبخښنې د نه ويلو او غوښتلو په لاره کې خوبيا ټول اتلان يو او چا ته ټيټه نه وايو . ترکومه به داسې دربدر او خاورې په سر وو، راځۍ اوس هم وختي دى ، خپلې تيروتنې و منو، دا خو زموږ خپله کورنۍ ستونزه ده، په دې کې خو د پاکستان يا د اى اس اى لاس نه دى او که د چا لاس هم وي نو بايد ور لنډ يې کړو . په پاى کې ولسمشر کرزي او کابينې ته وړانديز کوم ، چې د يو او يا دوو تنو چارواکو په ټاکلو او تبديلى سره دا شړى نه وړۍ کيږي ، بنسټيز بدلون ته ضرورت لرو د ترانسپورت وزارت ، اريانا او کابل هوايي ډګر د مافيا د ډلې له کسانو څخه ډک دى ، هرڅه ددوى په واک دي ، الوتکې او هوايي ډګر خو اوس د پوډرو د کار او بار لويه سرچينه ګرځيدلې ده . هيله ده چې په لومړي قدم کې حج ته دتلونکو حاجيانو د ښه او پر وخت ليږد له پاره پوره بندو بست وشي او وروسته دې په دغه شرکت کې د اداري فساد د مخنيوي د دندو د چارو د ښه سمبالښت او روڼ حساب او کتاب په م وخه يوه کاري مسلکي ډله وګومارل شي ترڅو وکولاى شي د يو اوږد مهاله کاري پلان په برابرولو سره دغه شرکت له دې سترې رسوايۍ او بدنامۍ څخه وژغورل شي . که چيرته چارواکي پوره پاملرنه ونه کړي نو راتلونکۍ کال به مو له دې څخه بد وي او هغه الوتکې به هم چې دا مهال د رسيو په زور الوتنې کوي له لاسه ورکړو . ",يوه بله اندېښنه ( اريانا افغان الوتنه له سعودي بنده سوه ) 5721,,"   د ایساف ویانداندري سالمن ویلي چې تېره یکشنبه د کندهار په پنجوایي کې د یوه برید له امله د ايتلافي ځواکونو یو سرتېری او دغه راز د ملي اردو یو عسکر وژل شوى خو دغه ویاند د ايتلاف د سرتیري هویت نه دی څرگند کړی. ",د ايتلاف او ملي اردو سرتیري وژل شوي دي 5722,,"   د خوست امنیه قومندان جنرال ایوب د بېنوا ویبپاڼې همکار ته ویلي چې تېره ورځ ناوخته طالبان جنگیالیو په یوې امنیتي پوستې برید وکړ چې له امله یې یو پولیس ووژل شو او دغه راز په نښته کې دوه طالبان هم وژل شوي. ",په خوست کې یو پولیس او دوه طالبان وژل شوي دي 5723,," ", 5724,," د پکتيکا والي اکرم خپلواک له خبري رسنيو سره ادعا وکړه چې د خان محمد په نوم د طالب جنګياليو يو وتلى قوماندان نن د عملياتو په ترڅ کې نيولى دى. نوموړي وويل دغه طالب قوماندان د ښځو په جامو کې په شرن کې نيول شوى دى او د دغه ولايت په ناکراريو کې لوى � �اس لري. ",دولت : په پکتيکا كي د طالبانو قوماندان نيول شوى 5725,," د طالبانو وياند قاري محمديوسف احمدي بېنوا ويبپاڼي ته وويل نن يې د روزګان ولايت په چارچينو ولسوالۍ کي د ناټو ځواكونو پر کاروان بريد کړى چي د نوموړي په وينا جګړه تر اوسه روانه ده، قاري يوسف وويل تر دې مهاله يې د بهرنيو سرتېرو دوه موټره سوځلي او زيات شمير عسکر يې وژلي دي. خو طالبانو ته د اوښتي زيان په اړه يې څه نه وويل. نوموړي دغه ډول ادعا وكړه چي تېره شپه يې پر خاص � �وزګان ولسوالي بريد کړى، تر سختي جګړې وروسته يې ولسوال ټپي كړى او پنځه پوليس يې ووژلي دي. ",طالبان: په روزګان كي جګړه روانه ده 5726,," ليکونکۍ : حبيب اله غمخور يوه بله لومه !داټول څه له پاره  ؟پدې شپو او ورځو کښي چې په افغانستان کې نه يوازي دبهرنيو او کورنيو چارواکو په تيروتنه اوخپل سريو دبې امنيتۍ دېگدان ډير تود دۍ او هر کس او ناکس پکښي خپلي ډوډۍ پخوي ،دعادت او سياسي موخي پر اساس   دنومبر دمياشتي په دوهمه نیټه دجميعت اسلامي تنظيم مشر برهان‌الدين رباني  چي ترکيې ته په يو سفر تللۍ ودهغه هيواد د((واکيت )) له ورځپاڼي سره په مرکه کښي ويلې دي ((دطالبانو پر خلاف  به جگړه ونکړو)) داخبر په افغانستان رو ،ايرنا اونورو مطبوعاتي څانگو کښي په تفصيل سره  نشر شو ه ، د((افغانستان رو))  په حواله ښاغلی رباني ددې خبري په تايدچې  که دطالب  جنگيالي کابل ته داخل شي دوی به جگړه ورسره ونه کړې ويلي : که چيري   طالبان په افغانستان کې قدرت تر لاسه کړې دعام ولس او اسلام پر خلاف فعاليت وکړې  موږ به دهغوي پر خلاف جگړه پيل کړو . خو سمدستي بيا په خپلو همدغو خبرو کې  طالبانو ته لار ښودنه کوي چې تاسو بايد دنورو مجاهدينو ملاتړ تر لاسه کړی ، غير هغه نه به کابل ته ستاسو راتگ ډير له ستونزو ډک وي ،دمجاهدينو څ خه داستاد رباني هدف همدا خپله ډله ټپله ده ځکه دوي ځانته دمقاومت او دافغانستان دنجات فرشتې وايي .   له يوې خوا طالبانوته شين څراغ روښانه کوي ،خپله علاقمندي له طالبانو سره څرگندوي او له بلې خوا بيا ځان او خپله ډله لکه پاکستاني شيخان  يوازني داسلام مدافع  معرفي کوي . او خلکو ته گواښ کوي که چيري موږ دطالبانو پر خلاف جگړه پيل کړه لامل به يې داوي چې هغوي داسلام او ولس دښمنان دي. .استاد رباني له طالبانو سره دشمال دائتلاف داستازو ليدنو  کتنو څخه هم پرده پورته کوي ، وايي چې دائتلاف استازو له طالب چارواکو سره ليدلي خو ده پخپله ندي ورسره ليدلي ،داچې څومره به دا خبره حقيقت ولري اوس دسياسي ملحوظاتو پر اساس  طالبان هم پټه خوله دي ،ولې دا اړينه  ده چې ددې  خبري دحقيقت موندلو په منظور ژوره  شننه وشي ،په هر صورت .رباني دناټو دځواکونو دشتون مخالف دۍ ،وايي هغوي په لومړی سره کښي  ښه کارونه کول  ،دهيواد والودښيرازی  او اسلامي مدرسو دپرانيستلو لپاره يي فعاليت کاوه . ولي وروسته  دناټو دکړنو مسير يا لورۍ تغير وخوړ ،مرکزي دولت دناصالحو افرادو پلاس ورغلۍ،دناټو ځواکونو داسلام او افغاني فرهنگ پر خلاف فعاليتونه پيل کړه ،پايله يې داشوه چي خلک اوس له دوی نه خوښ نه دي ،له هيواد نه  دناټو او امريکايي ځواکونو دوتلو غوښتنه کوي . جالبه ده چې دکوم بهرني څيراغ په لېدو سره استاد رباني  چې دهمدغو بهرنيانو په مټ هر څه ورته ورسېدل داسي ((۱۸۰ درجې))   وگرځېد ؟ خداي دي وکړې چې دادشانگهاي دلمپې روښنايي نه وې !! ! اويادايراني اخوندانو سر ښورونه  !ترکي چارواکو ته دخدمت کولو اوځان دهغوی خواخوږۍ شميرلو پر بنياد ،هغوي ته  په مرکه کې مشوره ورکوي چي پوځونه يې دکابل له ښاره ونه وزي ،تر څو سلامت پاته وي . تاسو فکر او قضاوت وکړۍ دترکيې پوځيان دناټو دپوځ غړي دي مکلفيت ل� �ي هغه دنده چې دوی ته يې دناټو قوماندان سپاري  سرته ورسوي  ،مگر استاد رباني ورته مشوره ورکوي چي له کابله ونه وزۍ  ،دا خبره دامعنا لري چي استاد ته دخپل هيواد تر امنيت دترکيې دپوځيانو امنيت ډير ارزښت لري .هغه وايي : ""ناتو خواهان برخورد نيروهاي تركيه‌اي با مقاومت‌كنندگان در مناطق جنوبي افغانستان است . ولي نيروهاي تركيه نبايد از كابل خارج شوند. چرا كه ديگر مناطق افغانستان، مناطق بسيار پر خطري هستند."" استاد � �باني دالقاعدي دسازمان دارزوني په اړوند وايي : القاعده دروسانو سره دافغانانو دجگړې په وخت کښي منځته راغلې ده ،بن لادن دافغانستان سره کومه ستونزه نلري هغه  دامريکا دښمنه ده . سوال پيداکيږي چې دامريکا سره دښمني بايد زموږ په خاوره کې تر سره شي ؟ داستادرباني يو پلوي فضل الرحمن فاضل دجنبش ملي اسلامي افغانستان په ويب پاڼه کي داستاد رباني دمرکې دسپيناوي او هغه له تاريکۍ نه را ايستلو په موخه يوه ليکنه کړي ،چې زه ځيني برخي په لنډيزه توگه کټ مټ را اخلم او ځيني برخي يي په پښتوژباړه ليکم ښاغلۍ فضل الرحمن فاضل ليکې : ايرنا دايران خبري اژانس داستاد رباني دهغي مرکي متن چي له ترکي  ((واکيت )) ورځپاڼي سره يې په انقره کې کړيې وه اودهغه دخولې يې دا خبره رانقل کړې وه چې ((علیه طالبان نخواهیم جنگید)) ولوستل او سمدستي مي هغه ته تليفون وکړ او هغه ته مي ددې مرکي او خبر په هکله معلومات ورکړ .استاد زمادخبرو په اوريدو سره راته وويل :  نيم ساعت مخکښي له دېنه چې � �ه  ترکې نه حرکت وکړم  ديوي ترکۍ ورځپاڼي سره مي مصاحبه وکړه .   په مرکه کښي ترکي ژورنالست  زم انه پوښتنه وکړه چې : نا تو باطالبان مذاکره کرده است وحتی برخی مناطق را برای آنها سپرده است ورئیس جمهور ک� �زی هم آمادهء مذاکره با ملا محمد عمر آخند وآقای حکمتیار شده است اگر طالبان به کابل برگردند موقف شما م جاهدین چه خواهد بود، آیا شما با آنها خواهید جنگید ؟  دده په وينا استاد وويل چې مادخبرنگار دسوال په ځواب کې داسي وويل : آمدن طالبان از دوحال خارج نیست، یا مهمان رئیس دولت خواهند بود که او قوماندان اعلای قوای مس� �ح است، بنا ما با مهمان رئیس دولت جنگ نخواهیم کرد. دلیل ورود دیگر شان به کابل این است که ناتو در برابرشان تاب نیاورد وآنها به کابل بیایند .بنا مجاهدین که به اساس پروسه های دی دی آر ودایاک، قدرت نظامی خویش را از دست داده اند، چگونه با طالبان خواهند توانست تا بجنگند. داستاد رباني  دخبرو په لومړۍ برخه په کښي ب� �بنډدهغه نظر دطالبانو او کرزي په هکله څرگندېږي او هغه ته سپکاوي بيلگه ده ؛ هغه وايي دسرقوماندان اعلا م� �يمانه به وي ،کوم ميلمانه ؟ ايادادمخالفت دڅرگندولو روڼه بېلگه نه ده ؟ ځکه دهمدغو خبرو په پاي کښي بيا وايي ممکن ناټونه وي توانېدلې چي ددوي په مقابل کې مقاومت وکړي . مجاهدين (( ددي آر)) او(( داياک)) بي وسلې کړه ،څنگه کيداي شي دطالبانو سره وجنگېږي . هغه متل دۍ چې وايي (( يو بام او دوي هواوي )) له يوي خوا وايي که طالبان کابل ته داخل شي موږ به مخالفت ونکړو او بلي خوا دبې وسلي کېدو خبره کوي او ځانونه ناوسه بولي ،خو څه موده پخوا مارشال فهيم دبي بي سي سره په يوه مرکه کښي واضح وويل : دولت از نيروی مجاهدين برای حفظ نظام و استقرار امنيت پايدار در افغانستان استفاده کند. مگر مارشال فهيم داهيره کړې وه چې تراوسه  هغه نسل ژوندی دی کوم چي احمدشاه مسعود، رباني او نوروتنظېمي رهبران پکښي حاکمان وه.په همدغو شپو او ورځو کښې له  بي بي سي سره په مرکه کښي نړيوا� �وته په خطاب کولو سره  استاد رباني وويل   : که اگر می خواهيد امنيت در افغانستان برقرار باشد، بايد از نيروهای مجاهدين در مقامهای دولتی استفاده شود و مجاهدان کنار زده نشوند.  داستادرباني  نړيوا� �وته  بربنډ وايي چې دولتي واک غواړي  ، ځکه وايي :که غواړی  په افغانستان کي امنيت ټينگ شي  او سوله � �اشي بايد په دولت کې دمجاهدينو دنيروڅخه پراخه استفاده وشي . بيا نو اوس ولې  ډې ډي  آر او دايک دپروسې څخه سر ټکوې . پداسي حال کې چې همدا اوس هم ډير افغان روڼ اندي او غوڅ ډيره کي افغانان ددغي پروسي پر پلي کولو نيوه کي لري ،دابه ډيره مشکله وي  ومنل شي چې محلي قوماندانان  ،تنظيمونه او جنگسالاران بې وسلې شوي دي ،که دا کار شوۍ واي افغانانو به اوس لږ ستونځي درلوداي ! متاسفانه ښاغلي کرزي ددي لپاره چي دوي خفه نشي په  سر سري توگه وسله ټوله کړه چي هلته هم اکثرأ زړې او بيکاره وسلي تسليم شوې . که داسي نه ده ؟ بيا نو ولې ځانونه په پوځې � �گر کې مطر ح بولۍ ؟بيله وسلې دا ولس ستاسوڅخه  دخداي له درباره امن وپناه غواړي ،ستاسو دليدو او ږغ داورېدو ته  تږي نه دي .وړاندي داښاغلۍ ليکې : استاد وويل چي پر دغو خبرو سر بېره ماورته وويل : طالبان آنقدر توان � �زمی ندارند که کابل را اشغال کنند وبنا بر فرض محال اگر کابل بیایند موقف ما عدم جنگ با طالبان خواهد بود. مگر پدې ورستيو ورځو کې دځينو خبري رسنيو لخوا ويل کيږي چې استاد داسي خبري نه ده کړې ،خودادی  دهغه پلوۍ دا خبره تايدوي . وړاندي بيا هم استاد سر ټکوچي مجاهدين بي وسلې شوئ دي ، دناټو غوندي ځواک په مقابل کي  دمقامت توانايي نلري ،وړاندي گيله کوي وايي ،موږ په کافي اندازه  پنځه کاله دطالبانو په مقابل کې مخامخ مقاومت وکړ،ددې مقاومت  مکافات يعني ارزونه  دجنگسالار او توپکسالار القاب دي چې موږ ته راګړه شوه ، بهتره دا ده چې ، له پخوانيو تجريبو نه  په استفادې سره واقع بين اوسو، لږ قوت او زيات قهر (لافې )کومه پايده نلري . خداي دي وکړې چې استاد پدې پوهېدلۍ وي چې نور خلکو ته بېله وسلې دمنلو وړ نه دي ،او داخبره يې په صداقت سره کړې وي ،بله ورځ ځان تربل هر چا مستحق ونه گڼې اويا په زور گوتي ونه وهې .  تجربې دا هم ښودلې ده چې استاد رباني دخپل حاکم يت دساتلو لپاره  کابينه او دولت دره په دره او غار په غار گرځول،هغه وخت يې ولې داخبره نه کول او دطالبانو سره يي گډه ژبه نه پيدا کول ؟ . داسي گمان کيږي چې استاد رباني پدا ډول څرگندونو او مرکو غواړي له يوي خوا طا� �بانواو دهغوي ملاتړو ته څرگنده کړې چې کوم خاص مخالفت ورسره نلري  او له بلې خوا کرزي او بهرنيانو،په ځانگړې توگه امريکا او انگلستان ته ښکاره کړي چې ددوي دمخالفينو سره د اړيکو نيولواودهغوي سره دپخلايني توانايي هم لري دخلکو دوينو دتوئېدو په قيمت دموکراسی هم دچا پکار نه ده ، کيداي شوه امنيت او دموکراسي دمعقولو لارو چارو دسنجولو او دهغو دپلي کولو پر بنياد راغلې واي ،چې متاسفانه داکار ونشو ؛دبهرنيانو لويه تيروتنه او غ� �طي  داده چي دنوي حاکميت په جوړېدوکښي يې له حوسلې او ژورې څېړنې نه کار وانه خيست ،هغه متل دي چې وايي  ((رم ه  يي د ليوانو پلاس ورکړه ))  ،له هغو چې ولس بيزار و هغه يي يوځل بيا پر ولس حاکمان کړه، علاوه پردغه تي� �وتنه  په ملي کچه څومره چې ښاغلی کرزی مسوليت لري په هغه اندازه همدا تنظيمونه چي دبن دتوافقاتو پر اساس يي بيله استحقاقه دولتي واک او اختيار ترلاسه کړ ی ملامت دي ،همدا تنظيمونه او ډلي ټپلي دي چې اوبه خړوي او م اهيان پکښي نيسي ،دموکراسي او امنيت ددوي په گټه نه دی ، دوي دپاکستان سره يو ځاي هغې موخي ته درسېدولپاره ت� �اښ کوي چې په افغانستان کې يولاس پوڅۍ او بنسټپال حاکميت جوړ او واک ته  ورسول شي ، دلته دورستی ځل لپاره دپاکستاني جنرالانود ارمانو دپوره کولوپه منظور  لاره خلاصه شي .ممکن لوستونکۍ پوښتنه وکړې چې دا اوس څه حالت دی ؟ اوس دچا خبره لومړۍ ده او دچا حکم چليږې ؟ دا منو چې دپرديو هڅو نو او لمسونو موږ دا څو لسيزي دهغو تر سياسي او پوځي واک لاندي ساتلي يو، يوه ترخه پوښتنه  داده چي ولې تل ز موږ برخه ليک پردي وټاکي ؟ ولې دهغوي � �ه پاره دا امکانات برابر شي چې خپلي سياسي اقتصادي او فرهنگي موخي پلي کړي ؟ ولي موږ دپرديو دلاس وسيله شو ؟او هغوي راته لارښوونه وکړې چې کوم ډول سياسي جوړښت ولرو ؟ ولې دهغوي وسلې زموږ په هيواد کې ديوي ډلې يا شخص دحاکم يت دساتلو لپاره استعمال شي ؟ تر ډيرو ولې مهم خبره او سوال دادۍ چې ولې موږ غواړو د پنځلسمې پېړۍ په شرايطو کې ژوند وکړو ؟دنړۍ زيات مسلمانان داوسني عصر له ټولو ارزښتونونه دخپل هيواد او ولس په گټه استفاده کوي ،مگر موږ علاقه لرو او دوي مو هم هڅوي چې دتمدن دښمنان وه  اوسوو! تاسو وگورۍ دنړۍ په کومه سيمه او هيواد کښي ښوونځۍ سوځې ،استادان اوپوهان وژنی ؟ ښارونه او کلې ورانوي ؟ ولې يوه ډله دپاکستاني ،ايراني او نورو هيوادو داستخبا� �اتو لخوا گمارل شوي کسان دي چې زموږ نالوستۍ ولس دغو ناخوالو ته هڅوي . خپل روزل شوې کسان رالېږي اوبيا هر څه پر افغانانو ورتپی .زه په خپله پدې نظر يم که په همدغه اوسني حاکميت  کښې شامل  کسان ځانونه مستحق بولې  ،نو طالبان ،او گلبدين حمکتيار او نورو ټولو هغوته چې تر اوسه دميرې زی په سترگه ورته کتل شوي هم بايد ددوي دولسي پلوۍ په اندازه په دولت کي ونډه ورکړه شي ، دا به دانصاف خبره وي .تر ټولو ښه او غوره خبره داده چې دملي تفاهم په ټغر سره کښېنو ،په صداقت او ورور ولۍ سره خپلې ټولي ناخوالي او خوابدۍ شاته پرېږدو،پرون چې هر څوک و ،په هره ژبه يي خبري کولې او دهر مذهب پيرو ،دهر سياسي گوند او تنظيم غړۍ و نن بايد دعلمي صلاحيت ،اخلاقي او کا� �ي  وړتيا له مخي دولتي چاري پر مخ بوزي .کله چې ملې پخلاينه تأمين شي په هغه صورت کښي کېداي شي بهرنيو ته وويل شي ستاسو يې کور ودان موږ سره جوړ شوو ،موږ په خپله ټول کارونه په گډه سرته رسوو. ځيني کسان استدلال کوي چې موږ بهرنيان نه پرېږدې چي خپل مينځې مسايل سره حل کړو ! زه دا منم مگر موږ ولي دومره ساده شو چې دوي تل موږ دخپلو ملي گټو او هيواد پر خلاف وغولوې ؟ دخپلو گټو ونه زموږ دولس په وينه خړوبه کړی .  دکندهار دپنجواي   ولسوالۍ ، ترينکوټ ،چورې ولسوالۍ  ،دهلمند ولايت  او په کلي توگه دهيواد په ټوله جنوبي سيمه کښي  دبه� �نيوړندو بم اوريوپه پايلو کښي له کنډوالو نه  دماشومانو ،دبرو ميندو ،يتيمانو کوکاري  نه اورۍ ،ولې دغه ټکې ته دوجدان دقضاوت له مخي پاملرنه نه کيږې چې يووازي بيگانه مسؤل دي او که په کور کي (هيواد ) کې دننه  هم م سولين  شته طبعي ده چې شته .متاسفانه هغه غوښتنه او طمع چې له بهرنيو هيوادو نه کېدل داسي ونه شول ،هغوي هم ډير غلطۍ وکړې ،بې باکه او ناخبره سرتيري څه چي غواړي سرته رسوي ،دخلکو عنعناتو ،دود ،دستور او خپل مينځې اړيکې يې په نظر کښي ونه نيولې ،هر چا چي هر څه ورته ويلې هغسي يې کړې دي .  له  پردونه مي  هدف  هغه پردي دي چې زموږ سره تاريخي دښمني جغرافيايي او فرهنگي ستونزي راسره لري  ،متاسفانه  هغوي تر اوسه لازموږ دهيواد په سياسي  ژوند کې برلاسي دي ؛ داسي برېښي هغه امکانات چې بايد دهيواد دبيا جوړېدو په منظور استفاده ځينې شوې واي دهري ورځې په تېرېدو سره له لاسه وزي .په آخر کښي بايد واضح او څرگند ووايم : سره له دې چې په خپل ټاټوبی کښي دپرديو دپوځي ځواکونو دموجوديت  سره له هغه لومړۍ ورځي مخالف وم ،مگر ملي گټو داحکم کاوه چي دلنډ وخت لپاره دهغوي شته والی ومنل شي  .بيله دغه ترخه غوړپ له څېښلونه له دغو تاريکيونه  دوطن را ايستل ستونځمن برېښېده .چې متاسفانه دغه پاکه ارزو تر اوسه لا هم سره نشوه ،له هغه لومړۍ ورځې دهيواد او هيوادوالو سرنويشت دهغو پلاس ورکړه شو چې تر ملي گټو ورته بهرنۍ او شخصي گټې ډيري محترمي دي . لوستونکی بايد پدي پوه وي چي زموږ په هيواد کښي پدي ورستيو شپو او ورځو کې داسي پېچلې سياسي لوبې راوني دي چې که دقيقه پاملرنه ورته ونشي هرڅه به بايلو. بيا به لاس مښل کومه گټه ونلري .دا به ومنو چې دولت په ټولو هغو ژمنو او دندو کې چې بايد تر سره کړی يې واي پاتي راغلی ؛ مگر کيداي شي دا ومنل شي چي دحاکميت سقوت به دهوسايني او امنيت په لور لاره پرانېزې؟پدغه ټکی پوهېدل ډير ارزښتمن دي چې خپل کور بايد په خپله آباد کړو ،بلې دنورو مرستو ته لکه دنړۍ نور ملتونه اړتيا شته، خو دهيواد جوړونه داډول شونې نه ده لکه چې اوس يي يوشمير فکر کوي . زموږ دهيواد آبادي او ښيرازي په ملي پخلاينه ، يوبل ته په تېرېدنه او درناوي کښي نغښتې ده .هر څومره چې زموږ ولس سره نږدې کيږي په هغه اندازه زموږ دښمنانو ته دپښې ايښودلو ځاي نه پيداکيږي . پدې شپو او ورځو کښي چې په افغانستان کې نه يوازي دبهرنيو او کورنيو چارواکو په تيروتنه اوخپل سريو دبې امنيتۍ دېگدان ډير تود دۍ او هر کس او ناکس پکښي خپلي ډوډۍ پخوي ،دعادت او سياسي موخي پر اساس   دنومبر دم ياشتي په دوهمه نیټه دجميعت اسلامي تنظيم مشر برهان‌الدين رباني  چي ترکيې ته په يو سفر تللۍ ودهغه هيواد د((واکيت )) له ورځپاڼي سره په مرکه کښي ويلې دي ((دطالبانو پر خلاف  به جگړه ونکړو)) داخبر په افغانستان رو ،ايرنا اونورو مطبوعاتي څانگو کښي په تفصيل سره  نشر شو ه ، د((افغانستان رو))  په حواله ښاغلی رباني ددې خبري په تايدچې  که دطالب  جنگيالي کابل ته داخل شي دوی به جگړه ورسره ونه کړې ويلي : که چيري   طا� �بان په افغانستان کې قدرت تر لاسه کړې دعام ولس او اسلام پر خلاف فعاليت وکړې  موږ به دهغوي پر خلاف جگړه پيل کړو . خو سمدستي بيا په خپلو همدغو خبرو کې  طالبانو ته لار ښودنه کوي چې تاسو بايد دنورو مجاهدينو ملاتړ تر لاسه کړی ، غير هغه نه به کابل ته ستاسو راتگ ډير له ستونزو ډک وي ،دمجاهدينو څخه داستاد رباني هدف همدا خپله ډله ټپله ده ځکه دوي ځانته دمقاومت او دافغانستان دنجات فرشتې وايي .   له يوې خوا طالبانوته شين څراغ روښانه کوي ،خپله علاقمندي له طالبانو سره څرگندوي او له بلې خوا بيا ځان او خپله ډله لکه پاکستاني شيخان  يوازني داسلام مدافع  معرفي کوي . او خلکو ته گواښ کوي که چيري موږ دطالبانو پر خلاف جگړه پيل کړه لامل به يې داوي چې هغوي داسلام او ولس دښمنان دي. . استاد رباني له طالبانو سره دشمال دائت� �اف داستازو ليدنو  کتنو څخه هم پرده پورته کوي ، وايي چې دائتلاف استازو له طالب چا� �واکو سره ليدلي خو ده پخپله ندي ورسره ليدلي ،داچې څومره به دا خبره حقيقت ولري اوس دسياسي ملحوظاتو پر اساس  طالبان هم پټه خوله دي ،ولې دا اړينه  ده چې ددې  خبري دحقيقت موندلو په منظور ژوره  شننه وشي ،په هر صورت . رباني دناټو دځواکونو دشتون مخالف دۍ ،وايي هغوي په لومړی سره کښي  ښه کا� �ونه کول  ،دهيواد والودښيرازی  او اسلامي مدرسو دپ� �انيستلو لپاره يي فعاليت کاوه . ولي وروسته  دناټو دکړنو مسير يا لورۍ تغير وخوړ ،م� �کزي دولت دناصالحو افرادو پلاس ورغلۍ،دناټو ځواکونو داسلام او افغاني فرهنگ پر خلاف فعاليتونه پيل کړه ،پايله يې داشوه چي خلک اوس له دوی نه خوښ نه دي ،له هيواد نه  دناټو او امريکايي ځواکونو دوتلو غوښتنه کوي . جالبه ده چې دکوم بهرني څيراغ په لېدو سره استاد رباني  چې دهمدغو بهرنيانو په مټ هر څه ورته ورسېدل داسي ((۱۸۰ درجې))  وگرځېد ؟ خداي دي وکړې چې دادشانگهاي دلمپې روښنايي نه وې !! ! اويادايراني اخوندانو سر ښورونه  ! ترکي چارواکو ته دخدمت کولو اوځان دهغوی خواخوږۍ شميرلو پر بنياد ،هغوي ته  په مرکه کې مشوره ورکوي چي پوځونه يې دکابل له ښاره ونه وزي ،تر څو سلامت پاته وي . تاسو فکر او قضاوت وکړۍ دترکيې پوځيان دناټو دپوځ غړي دي مکلفيت لري هغه دنده چې دوی ته يې دناټو قوماندان سپاري  سرته ورسوي  ،مگر استاد � �باني ورته مشوره ورکوي چي له کابله ونه وزۍ  ،دا خبره دامعنا لري چي استاد ته دخپل هيواد تر امنيت دترکيې دپوځيانو امنيت ډير ارزښت لري . هغه وايي : ""ناتو خواهان برخورد نيروهاي تركيه‌اي با مقاومت‌كنندگان در مناطق جنوبي افغانستان است . ولي نيروهاي تركيه نبايد از كابل خارج شوند. چرا كه ديگر مناطق افغانستان، مناطق بسيار پر خطري هستند."" استاد رباني دالقاعدي دسازمان دارزوني په اړوند وايي : القاعده دروسانو سره دافغانانو دجگړې په وخت کښي م نځته راغلې ده ،بن لادن دافغانستان سره کومه ستونزه نلري هغه  دامريکا دښمنه ده . سوال پيداکيږي چې دامريکا سره دښمني بايد زموږ په خاوره کې تر سره شي ؟ داستادرباني يو پلوي فضل الرحمن فاضل دجنبش ملي اسلامي افغانستان په ويب پاڼه کي داستاد رباني دمرکې دسپيناوي او هغه له تاريکۍ نه را ايستلو په م وخه يوه ليکنه کړي ،چې زه ځيني برخي په لنډيزه توگه کټ مټ را اخلم او ځيني برخي يي په پښتوژباړه ليکم ښاغلۍ فضل الرحمن فاضل ليکې : ايرنا دايران خبري اژانس داستاد رباني دهغي مرکي متن چي له ترکي  ((واکيت )) ورځپاڼي سره يې په انقره کې کړيې وه اودهغه دخولې يې دا خبره رانقل کړې وه چې ((علیه طالبان نخواهیم جنگید)) ولوستل او سمدستي مي هغه ته تليفون وکړ او هغه ته مي ددې مرکي او خبر په هکله معلومات ورکړ . استاد زمادخبرو په اوريدو سره راته وويل :  نيم ساعت مخکښي له دېنه چې له  ترکې نه حرکت وکړم  ديوي ترکۍ ورځپاڼي سره مي مصاحبه وکړه .    په مرکه کښي ترکي ژورنالست  زمانه پوښتنه وکړه چې : نا تو باطالبان مذاکره کرده است وحتی برخی مناطق را برای آنها سپرده است ورئیس جمهور کرزی هم آمادهء مذاکره با ملا محمد عمر آخند وآقای حکمتیار شده است اگر طالبان به کابل برگردند موقف شما مجاهدین چه خواهد بود، آیا شما با آنها خواهید جنگید ؟  دده په وينا استاد وويل چې مادخبرنگار دسوال په ځواب کې داسي وويل : آمدن طالبان از دوحال خارج نیست، یا مهمان رئیس دولت خواهند بود که او قوم اندان اعلای قوای مسلح است، بنا ما با مهمان رئیس دولت جنگ نخواهیم کرد. دلیل ورود دیگر شان به کابل این است که ناتو در برابرشان تاب نیاورد وآنها به کابل بیایند .بنا مجاهدین که به اساس پروسه های دی دی آر ودایاک، قدرت نظامی خویش را از دست داده اند، چگونه با طالبان خواهند توانست تا بجنگند. داستاد رباني  دخبرو په لومړۍ برخه په کښي بربن� �دهغه نظر دطالبانو او کرزي په هکله څرگندېږي او هغه ته سپکاوي بيلگه ده ؛ هغه وايي دسرقوماندان اعلا مليمانه به وي ،کوم ميلمانه ؟ ايادادمخالفت دڅرگندولو روڼه بېلگه نه ده ؟ ځکه دهمدغو خبرو په پاي کښي بيا وايي ممکن ناټونه وي توانېدلې چي ددوي په مقابل کې مقاومت وکړي . مجاهدين (( ددي آر)) او(( داياک)) بي وسلې کړه ،څنگه کيداي شي دطالبانو سره وجنگېږي . هغه متل دۍ چې وايي (( يو بام او دوي هواوي )) له يوي خوا وايي که طالبان کابل ته داخل شي موږ به مخالفت ونکړو او بلي خوا دبې وسلي کېدو خبره کوي او ځانونه ناوسه بولي ،خو څه موده پخوا مارشال فهيم دبي بي سي سره په يوه مرکه کښي واضح وويل : دولت از نيروی مجاهدين برای حفظ نظام و استقرار امنيت پايدار در افغانستان استفاده کند. مگر مارشال فهيم داهيره کړې وه چې تراوسه  هغه نسل ژوندی دی کوم چي احمدشاه مسعود، رباني او نوروتنظېمي رهبران پکښي حاکمان وه.په همدغو شپو او ورځو کښې له  بي بي سي سره په مرکه کښي نړيوالوته په خطاب کولو سره  استاد رباني وويل   : که اگر می خواهيد امنيت در افغانستان برقرار باشد، بايد از نيروهای مجاهدين در مقامهای دولتی استفاده شود و مجاهدان کنار زده نشوند.  داستادرباني  نړيوالوته  بربنډ وايي چې دولتي واک غواړي  ، ځکه وايي :که غواړی  په افغانستان کي امنيت ټينگ شي  او سوله راشي بايد په دولت کې دمجاهدينو دنيروڅخه پراخه استفاده وشي . بيا نو اوس ولې  ډې ډي  آر او دايک دپروسې څخه سر ټکوې . پداسي حال کې چې همدا اوس هم ډير افغان روڼ اندي او غوڅ ډيره کي افغانان ددغي پروسي پر پلي کولو نيوه کي لري ،دابه ډيره مشکله وي  ومنل شي چې محلي قوماندانان  ،تنظيمونه او جنگسالاران بې وسلې شوي دي ،که دا کار شوۍ واي افغانانو به اوس لږ ستونځي درلوداي ! م تاسفانه ښاغلي کرزي ددي لپاره چي دوي خفه نشي په  سر سري توگه وسله ټوله کړه چي هلته هم اکثرأ زړې او بيکاره وسلي تسليم شوې . که داسي نه ده ؟ بيا نو ولې ځانونه په پوځې ډگر کې مطر ح بولۍ ؟بيله وسلې دا ولس ستاسوڅخه  دخداي له درباره امن وپناه غواړي ،ستاسو دليدو او ږغ داورېدو ته  تږي نه دي . وړاندي داښاغلۍ ليکې : استاد وويل چي پر دغو خبرو سر بېره ماورته وويل : طالبان آنقدر توان رزمی ندارند که کابل را اشغال کنند وبنا بر فرض محال اگر کابل بیایند موقف ما عدم جنگ با طالبان خواهد بود. مگر پدې ورستيو ورځو کې دځينو خبري رسنيو لخوا ويل کيږي چې استاد داسي خبري نه ده کړې ،خودادی  دهغه پلوۍ دا خبره تايدوي . وړاندي بيا هم استاد سر ټکوچي مجاهدين بي وسلې شوئ دي ، دناټو غوندي ځواک په مقابل کي  دمقام ت توانايي نلري ،وړاندي گيله کوي وايي ،موږ په کافي اندازه  پنځه کاله دطالبانو په م قابل کې مخامخ مقاومت وکړ،ددې مقاومت  مکافات يعني ارزونه  دجنگسالار او توپکسالار القاب دي چې موږ ته راګړه شوه ، بهتره دا ده چې ، له پخوانيو تجريبو نه  په استفادې سره واقع بين اوسو، لږ قوت او زيات قهر (لافې )کومه پايده نلري . خداي دي وکړې چې استاد پدې پوهېدلۍ وي چې نور خلکو ته بېله وسلې دمنلو وړ نه دي ،او داخبره يې په صداقت سره کړې وي ،بله ورځ ځان تربل هر چا مستحق ونه گڼې اويا په زور گوتي ونه وهې .   تجربې دا هم ښودلې ده چې استاد رباني دخپل حاکميت دساتلو لپاره  کابينه او دولت دره په دره او غار په غار گرځول،هغه وخت يې ولې داخب� �ه نه کول او دطالبانو سره يي گډه ژبه نه پيدا کول ؟ . داسي گمان کيږي چې استاد رباني پدا ډول څرگندونو او مرکو غواړي له يوي خوا طالبانواو دهغوي ملاتړو ته څرگنده کړې چې کوم خاص مخالفت ورسره نلري  او له بلې خوا کرزي او بهرنيانو،په ځانگړې توگه امريکا او انگلستان ته ښکاره کړي چې ددوي دمخالفينو سره د اړيکو نيولواودهغوي سره دپخلايني توانايي هم لري دخلکو دوينو دتوئېدو په قيمت دموکراسی هم دچا پکار نه ده ، کيداي شوه امنيت او دموکراسي دمعقولو لارو چارو دسنجولو او دهغو دپلي کولو پر بنياد راغلې واي ،چې م تاسفانه داکار ونشو ؛دبهرنيانو لويه تيروتنه او غلطي  داده چي دنوي حاکميت په جوړېدوکښي يې له حوسلې او ژورې څېړنې نه کار وانه خيست ،هغه متل دي چې وايي  ((رمه  يي د ليوانو پلاس ورکړه ))  ،له هغو چې ولس بيزار و هغه يي يوځل بيا پر ولس حاکمان کړه، علاوه پردغه تيروتنه  په ملي کچه څومره چې ښاغلی کرزی مسوليت لري په هغه اندازه همدا تنظيمونه چي دبن دتوافقاتو پر اساس يي بيله استحقاقه دولتي واک او اختيار ترلاسه کړ ی ملامت دي ،همدا تنظيمونه او ډلي ټپلي دي چې اوبه خړوي او ماهيان پکښي نيسي ،دموکراسي او امنيت ددوي په گټه نه دی ، دوي دپاکستان سره يو ځاي هغې موخي ته درسېدولپاره تلاښ کوي چې په افغانستان کې يولاس پوڅۍ او بنسټپال حاکم يت جوړ او واک ته  ورسول شي ، دلته دورستی ځل لپاره دپاکستاني جنرالانود ارمانو دپو� �ه کولوپه منظور  لاره خلاصه شي . ممکن لوستونکۍ پوښتنه وکړې چې دا اوس څه حالت دی ؟ اوس دچا خبره � �ومړۍ ده او دچا حکم چليږې ؟ دا منو چې دپرديو هڅو نو او لمسونو موږ دا څو لسيزي دهغو تر سياسي او پوځي واک لاندي ساتلي يو، يوه ترخه پوښتنه  داده چي ولې تل ز موږ برخه ليک پردي وټاکي ؟ ولې دهغوي له پاره دا امکانات برابر شي چې خپلي سياسي اقتصادي او فرهنگي موخي پلي کړي ؟ ولي موږ دپرديو دلاس وسيله شو ؟او هغوي راته لارښوونه وکړې چې کوم ډول سياسي جوړښت ولرو ؟ ولې دهغوي وسلې زموږ په هيواد کې ديوي ډلې يا شخص دحاکم يت دساتلو لپاره استعمال شي ؟ تر ډيرو ولې مهم خبره او سوال دادۍ چې ولې موږ غواړو د پنځلسمې پېړۍ په شرايطو کې ژوند وکړو ؟دنړۍ زيات مسلمانان داوسني عصر له ټولو ارزښتونونه دخپل هيواد او ولس په گټه استفاده کوي ،مگر موږ علاقه لرو او دوي مو هم هڅوي چې دتمدن دښمنان وه  اوسوو! تاسو وگورۍ دنړۍ په کومه سيمه او هيواد کښي ښوونځۍ سوځې ،استادان اوپوهان وژنی ؟ ښارونه او کلې ورانوي ؟ ولې يوه ډله دپاکستاني ،ايراني او نورو هيوادو داستخباراتو لخوا گمارل شوي کسان دي چې زموږ نالوستۍ ولس دغو ناخوالو ته هڅوي . خپل روزل شوې کسان رالېږي اوبيا هر څه پر افغانانو ورتپی . زه په خپله پدې نظر يم که په همدغه اوسني حاکميت  کښې شام� �  کسان ځانونه مستحق بولې  ،نو طالبان ،او گلبدين حمکتيار او نورو ټولو هغوته چې تر اوسه دميرې زی په سترگه ورته کتل شوي هم بايد ددوي دولسي پلوۍ په اندازه په دولت کي ونډه ورکړه شي ، دا به دانصاف خبره وي . تر ټولو ښه او غوره خبره داده چې دملي تفاهم په ټغر سره کښېنو ،په صداقت او ورور ولۍ سره خپلې ټولي ناخوالي او خوابدۍ شاته پرېږدو،پرون چې هر څوک و ،په هره ژبه يي خبري کولې او دهر مذهب پيرو ،دهر سياسي گوند او تنظيم غړۍ و نن بايد دعلمي صلاحيت ،اخلاقي او کاري  وړتيا له مخي دو� �تي چاري پر مخ بوزي . کله چې ملې پخلاينه تأمين شي په هغه صورت کښي کېداي شي بهرنيو ته وويل شي ستاسو يې کور ودان موږ سره جوړ شوو ،موږ په خپله ټول کارونه په گډه سرته رسوو. ځيني کسان استدلال کوي چې موږ بهرنيان نه پرېږدې چي خپل مينځې مسايل سره حل کړو ! زه دا منم مگر موږ ولي دومره ساده شو چې دوي تل موږ دخپلو ملي گټو او هيواد پر خلاف وغولوې ؟ دخپلو گټو ونه زموږ دولس په وينه خړوبه کړی .  دکندهار دپنجواي   ولسوالۍ ، ترينکوټ ،چورې ولسوالۍ  ،دهلمند ولايت  او په کلي توگه دهيواد په ټوله جنوبي سيمه کښي  دبهرنيوړندو بم اوريوپه پايلو کښي له کنډوالو نه  دماشومانو ،دبرو ميندو ،يتيمانو کوکاري  نه اورۍ ،ولې دغه ټکې ته دوجدان دقضاوت له مخي پاملرنه نه کيږې چې يووازي بيگانه مسؤل دي او که په کور کي (هيواد ) کې دننه  هم مسولين  شته طبعي ده چې شته . متاسفانه هغه غوښتنه او طمع چې له بهرنيو هيوادو نه کېدل داسي ونه شول ،هغوي هم ډير غلطۍ وکړې ،بې باکه او ناخبره سرتيري څه چي غواړي سرته رسوي ،دخلکو عنعناتو ،دود ،دستور او خپل مينځې اړيکې يې په نظر کښي ونه نيولې ،هر چا چي هر څه و� �ته ويلې هغسي يې کړې دي .   له  پردونه مي  هدف  هغه پردي دي چې زموږ سره تاريخي دښمني جغرافيايي او فرهنگي ستونزي راسره لري  ،متاسفانه  هغوي تر اوسه لازموږ دهيواد په سياسي  ژوند کې برلاسي دي ؛ داسي برېښي هغه امکانات چې بايد دهيواد دبيا جوړېدو په منظور استفاده ځينې شوې واي دهري ورځې په تېرېدو سره له لاسه وزي . په آخر کښي بايد واضح او څرگند ووايم : سره له دې چې په خپل ټاټوبی کښي دپرديو دپوځي ځواکونو دموجوديت  سره له هغه لومړۍ ورځي مخالف وم ،مگر ملي گټو داحکم کاوه چي دلنډ وخت لپاره دهغوي شته والی ومنل شي  .بيله دغه ترخه غوړپ له څېښلونه له دغو تاريکيونه  دوطن را ايستل ستونځمن برېښېده .چې متاسفانه دغه پاکه ارزو تر اوسه لا هم سره نشوه ،له هغه لومړۍ ورځې دهيواد او هيوادوالو سرنويشت دهغو پلاس ورکړه شو چې تر ملي گټو ورته بهرنۍ او شخصي گټې ډيري محت� �مي دي . لوستونکی بايد پدي پوه وي چي زموږ په هيواد کښي پدي ورستيو شپو او ورځو کې داسي پېچلې سياسي لوبې راوني دي چې که دقيقه پاملرنه ورته ونشي هرڅه به بايلو. بيا به لاس مښل کومه گټه ونلري .دا به ومنو چې دولت په ټولو هغو ژمنو او دندو کې چې بايد تر سره کړی يې واي پاتي راغلی ؛ مگر کيداي شي دا ومنل شي چي دحاکميت سقوت به دهوسايني او امنيت په لور لاره پرانېزې؟ پدغه ټکی پوهېدل ډير ارزښتمن دي چې خپل کور بايد په خپله آباد کړو ،بلې دنورو مرستو ته لکه دنړۍ نور ملتونه اړتيا شته، خو دهيواد جوړونه داډول شونې نه ده لکه چې اوس يي يوشمير فکر کوي . زموږ دهيواد آبادي او ښيرازي په ملي پخلاينه ، يوبل ته په تېرېدنه او درناوي کښي نغښتې ده .هر څومره چې زموږ ولس سره نږدې کيږي په هغه اندازه زموږ دښمنانو ته دپښې ايښودلو ځاي نه پيداکيږي . ",يوه بله لومه! داټول څه له پاره ؟ (حبيب اله غمخور ) 5727,," په يو ځانمرګي بريد کې چې نن د خوست ولايت د ټنيو په ولسوالۍ کې تر سره شوى ٣تنه ټپيان شوي دي . په بريد کې د ټنيو ولسوال بدر الزمان او د نوموړي يو ساتونکى او م وټر چلوونکى ټپيان شوي دي . په خپله ځان وژونکى هم وژل شوى دى . ",په ځانمرګي بريد کې ٣ تنه ټپيان شول 5728,," د افغان دولت وياند کريم رحيمى کابل کې نن د يوې خبري ناستې پر مهال د اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيارته د سولې بلنه ورکړه او څرګنده يې کړه (هر هغه څوک چې د سولې او ثبات له بهير سره د يو ځاې کيدو اوافغانستان کې د امن د راوستو ليوالتيا ولري ، دولت چمتو دى چې ټولې اړينې لارې يې پر مخ پرانيزي ). د نوموړي په ويناکه حکمتيار غوښتي وي چې په افغانستان کې د سولې او امنيت سره مرسته وکړي نو دى هم په دې بهير کې ګډون کولاى شي او ددغه هېواد دروازې يې پر مخ خلاصې دي . کريمى زياته کړه دولت ته ملي ګټې ارزښت لري او د سولې په خاطر چمتو دى د مخالفينو سره د خبرو اترو ميز ته کيني .له دې وړاندې هم حکمتيار ته د خبرو اترو وړانديز شوى وو. ",د اسلامي ګوند مشر ته د سولې بلنه ورکړل شوه 5729,," د بادغيس ولايت د جوند ولسوالۍ کې پ� �ون دحزب اسلامي او جميعت اسلامي ګوندونو د دوو تنو سيالو وسله والو قوماندانانو ترمينځ جګړه شوې ، چې له ام� �ه يې يو تن مړ او دوه تنه نور ټپيان شوي دي . د بادغيس د پوليسو مشر د نښتې پخلۍ کوي او وايي سيمې ته يې اضافي پو� �يس استولي دي . ",بادغيس کې ددووسيالو قومانادانانو ترمينځ جګړ شوې 5730,," د افغان دولت وياند کريم رحيمي نن کابل کې يوې خب� �ي ناستې ته وويل چې د افغانستان دولت د ډيورنډ په پوله د پاکستان له دې وړانديز سره چې اغزن سيم د ولګول شي م خالف دى ،اود اغزن سيم په لګولو سره د ترهګرو د تيريدو مخنيوى نه شي کيداى .د افغانستان او افغانستان په ګډه پوله د ديوال جوړول او يا اغزن سيم تاوول د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خورشيد قصوري په روانه اونۍ کې د هالنډ د بهرنيو چارو له وزير سره په کتنه کې مطرح کړ. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم له دا ډول وړانديز سره کلک مخالفت ښودلى او ددغه وزارت وياند ويلي ،په دې هکله ددولت دريځ روښانه دى او د دا ډول ديوالونو جوړول ناشوني دي اوهم د پولو دواړو لورو ته دپرتو کورنيو ترمينځ بيلتون راولي . پاکستان څو ځلې دا ډول ورته وړانديزونه کړي ، چې د افغانستان له لوري په بشپړه توګه رد شوي دي . ",دولت : په پوله د اغزن سيم لګول نه منو 5731,," دافغان ولسمشر حامد کرزي د حکم له مخې د يو پخواني جهادي مشر پيرسيد احمد ګيلاني تر مشرى لاندې د امن او سولې د راتلونکې لويې قومي جرګې د تيارى کميسيون جوړ شو . د سترې محکمې پخوانۍ مشر مولوي فضل هادي شينواري ،د ولسي جرګې غړى محمد محقق د مرستيالانو او په پارلماني چا� �و کې ددولت وزير ډاکتر فاروق وردګ ددغه کميسيون د دارلا نشا د رئيس اوغړي په توګه ټاکل شوي دي . ",د امن د لويې جرګې کميسيون و ټاکل شو 5732,," د هغي زوروري چاودني له امله چې نن سهار د پاکستان د سرحد ايالت په قبايلي سيمه کې د پوځيانو په يوه مركز كي تر سره شوې، له امله يې د لومړنيو رپوټونو له مخې ٣٥ تنه پاكستاني پوځيان وژل شوي او٢٠نور ټپيان شوي دي. بريد نن سهار پر ٨ بجې او دېرش دقيقې د درګۍ په سيمه کې هغه وخت تر سره شو چي پر موټر سيكل سپور كس د پوځيانو مركز ته ورننوت او خپل ځان يې والوزاوه. د پاکستان د اطلاعاتو وزير د پيښي پخلى کړى دى. د عيني شاهدانو په وينا ښايي د قربيانيانو شمېر نور هم لوړ شي. د پېښي پړه تر اوسه چا نه ده منلې او نه هم چارواكو كومي ډلي ته د شك ګوته نيولې ده. ",په درګۍ کې تر ٥٠ ډېر پاكستاني پوځيان مړه او ټپيان شول 5733,," د٢٠٠٦ کال د نومبر د مياشتي پر پنځمه نېټه په بريتانيا کي د اوسېدونکو افغانانو د ټولني په نوښت  د خداى بخښلي کانديداکاډميسين محمدانور نوم يالي د پښتو ژبي متفکر ليکوال، څېړونکي او شاعر په ياد يوه ادبي او فرهنګي غونډه جوړه شوه.  په دې غونډه کي د ارواښاد استاد نوميالي د کورنۍ د غړو په ګډون په لندن کي مېشتو ليکوالانو، شاعرانو، اديبانو، ف� �هنګيانو، د ادب مينه والو په تېره بيا د ارواښاد استاد نوميالي مينه والو او دوستانو برخه اخيستې وه. غونډه د مازيګر پر څلورو بجو د لوېديځ اکټون د ټولنيز مرکز په تالار کي پيل شوه.   د غونډي په پيل کي د جاويد حسين (عنايت) لخوا د قرآن عظيم الشان څو آیتونه تلاوت شول.      ورپسې د افغانانو د ټولني مشر سيد جان کارواني د غونډي برخه والو ته ښه راغلاست ووايه او ارواښاد استاد نوميالي ته يې د عقيدت پېرزويني وړاندي کړې او د ارواښاد استاد نوميالي کورنۍ ته يې د صبر او زغم غوښتنه وکړه . ورپسې د ټولني مرستيال سليم تايب له خوا د مرحوم نوميالي لنډ ژوند� �يک چي د دوستانو، کورنۍ او نورو سرچينو څخه راټول شوى و ولوستل شو.  پوهاند مجاوراحمدزيار د ا� �واښاد استاد نوميالي پر شخصيت او د هغه د اثارو په ډله کي د پښتنو د ټولنيز تاريخ مبادي پر اثر اوږد بحث او تبصره وکړه او هغه يې د پښتو ژبي دپاره مهم اثر وباله ښاغلي زيار زياته کړه چي محترم استاد نوميالي نه يوازي د پښتو ادبياتو ته وده ورکړې ده، بلکي هغه د نورو ژبو څخه د ترجمې لوړ استعداد درلود او دى يي د دې عصر د درنو � �يکوالانو څخه وباله.  شهسوارسنګروال په خپل وار د هغه پر ادبي او علمي شخصيت رڼا واچوله او د ده د ژوندانه په هکله يې ژور معلومات ورکړل. عبيدلله محک په خورا مينه استاد وستايه او د هغه د اثارو په ډله کې يې د الف ليله (زر او يوه شپه) اثر چي استاد په پښتو ژبه ژباړلى دى اوږده تبصره وکړه او د ده د شخصيت او تواضع ستاينه يې وکړه.  افضل ټکور چي زيات وخت يې د استاد سره په ناستو او ولاړو کي تېر کړى دى ژوندۍ خاطرې واورو� �ې او وې ويل چي هغه تل د ليکني سره حتى د ژوند ترپايه مينه درلوده، استاد ډېر ښکلى خط درلود او زياته برخه کتابونه يې په خپل قلم په سټندرډ ډول ليکلي دي او د هغه پر ادبي او علمي شخصيت او د هغه پرځانګړتياوو يې پوره ويناوکړه. ح بيب الله جانبدار هم د ده د شخصيت په هکله ويناوکړه او د ده ضايعه يې د ټولني ضايعه وبلله،  تازه خان ويال د ده علمي او ادبي شخصيت ته اشاره وکړه او د ځينو شخصي خاطرو يادونه يې وکړه.  اصل مير پتنگ هم د ده علمي شخصيت وستايه او هيله يې څرګنده کړه چي راتلونکي نسلونه د داسي نوميالي ځاى ډک کړي. فدامحمد نظري د خپل ژوند ورسره خاطرې وويلې او د استاد کورنۍ او دوستانو ته يې زغم او صبر و غوښت. انجنير حسين عنايت د ټولني فرهنګي مسئول د هغه شخصيت وستايه او د ده روح ته يې يو ښکلى شعر ډالۍ کړ. غلام محمد کامه وال هم د ده د اثارو په ځانګړې توګه د الف ليله د پښتو ترجمې ډېره ستاينه وکړه او د دې اثر په هکله يې د خپل ژوند ډېري مهمي خاطرې وويلې. او بيا عبدالناصر ريشا د ده زوم د هغوى د کورنۍ په استازيتوب ويناوکړه، د ټولني او گډون کوونکو څخه يې مننه وکړه. ټولو ګ� �ونکو د استاد هڅي، هاند او نه هېرېدونکي خدمتونه وستايل او د استاد مړينه يې د افغان ولس لپاره يوه ستره ضايعه وبلله او ټول په دې باور دي، چي د استاد  ټولنيز ژوند او فرهنګي کارونه د اوسني او راتلونکي نسل لپاره د مشال حيثيت لري. ټولو وينا والو د افغانانو له ټولني څخه د دې غونډي او د داسي نورو غونډو د ترتيب او تنظيم له امله مننه وکړه. په پاى کي سليم تايب غونډه ډېره درنده او با ازښته وبلله او د گډون کونکو د صبر او حوصلې څخه يې مننه وکړه. غونډه کابوڅلورساعته اوږده شوه او د سيد کا� �واني په دعا پاى ته ورسېده.                               ",په بريتانياکي د ارواښاد نوميالي په ياد غونډه جوړه شوه 5734,,"   نن د سهار په نهو بجو د کابل په قرغه کې د راکټ په لوا کې د یوې پخوانۍ زړې مرمۍ د چاودنې له امله یو تن مړ او يو بل سخت ټپي شوی. د کابل د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر علیشا پکتیاوال بېنوا ویبپاڼې ته وویل چې دا زړه مرمۍ وه او کومه توغولې مرمۍ نه وه پولیس په سیمه کې پلټنې کوي. ",د کابل په قرغه کې چاودنې یو تن مړ او يو تن ټپي کړ 5735,," د کابل په هوايي ډګرکې سرحدي پوليسو نن د ماليز يا يو تن اوسېدونکى ريموند، چې يو نيم کيلو ګرام پوډر يې بهر ته لېږدول، نيولى دى. د سرحدي پوليسو مشر جنرال عبد الرحمن وويل، نيول شوى کس يوه ورځ وړاندې د تورخم له لارې د پاکستان څخه راغلى او غوښتل يې نن دوبۍ ته سفر وکړي. ",د پوډرو د لېږد په تور يو تن ونيول شو 5736,," د ديموکراتانو له بري څخه وروسته د امريکاد دفاع وزير ډونالډ رامسفلډ له خپلې دندې استعفى ورکړه او د دغه هېواد ولسمشر جورج بوش د سي آى اې پخوانى مشر رابرت ګيټس د نوموړي پر دنده وټاکه. رامسفلډ ٦ کاله د دفاع د وزير په توګه پاتې شوى وو، او په دې وروستيو کې د عراق د کړکېچ او جګړې په تړاو تر سختو نيوکو لاندې راغلى وو. ",رامسلفډ له دندې ګوښه شو 5737,," په زابل کې امنيتي چارواکو منلې چې تېره ورځ ناوخته د طالب جنګياليو د يوه وسله وال بريد په ترڅ کې د کابل - کندهار د لويې لاري په اوږدو کې د تازي په سيمه کې ٢ تنه پوليس وژل شوي او ٥ تنه ټپيان شوي دي. د زابل د پوليسو د مشر په وينا په ټپيانو کې د شاجوى امنيه قوماندان عبيدالله هم شامل دى. په بريد کې د نوموړي په خبره د پوليسو ٤ موټر ويجاړ او يو سوځل شوى دى. د طالب جنګياليو يوه وياند ډاکتر حنيف بيا ادعا کړې ده چې په بريد کې يې ١١ تنه پوليس وژلي دي. ",په بريد کې ٧ تنه پوليس مړه او ټپيان شوي 5738,," د اسرائيلو ټانګونو د بريد په پاى کې نن د فلسطين د غزې په تراړه د بيت حانون په ښار کې د ښځو او ماشو مانو په ګډون ١٨ تنه بې ګناه فلسطينيان وژل شوى دى. په وژل شوو کسانو کې ١٣ تنه د يوې کورنۍ غړي دي. د حماس د ډلې يوه غړي خالد مشعل ګواښ وکړ چې د بريد غچ به اخلي. د فلسطين ولسم� �ر محمود عباس دغه بريد يوه ډلييزه وژنه بللې. په بريد کې د ولسي وګړو د استوګنې يو شمېر کورونه هم وران او ويجاړ شوي دي. ",اسرائيلو١٨ بې ګناه فلسطينيان ووژل 5739,," په کابل کې نن نيژدې ٧٠٠ تنو تنقيص شوو افسرانو مظاهره وکړه او د دفاع وزارت او دولت څخه يې د خپلو حقوقو غوښتنه کوله. مظاهره کوونکو ادعا درلوده، چې دولت له دوى سره په ورکړل شوو ژمنو کې پاتې راغلى او تر اوسه يې دوى ته نه د کور جوړولو په موخه يوه نومره ځمکه او نه د تقاعد اسناد ورکړي دي. د مظاهره کونکو له منځه څو ځله د امريکا ضد شعارونه او نارې هم واورېدل شوې. د مظاهره چيانو د ډلې يوه مشر وويل دا ٦٠ ځل دى چې دوى لاريون کوي، مګر نه يې څوک غوښتنې منې او نه يې تر اوسه حقوق ورکړل شوي دي. د م ظاهرې څخه پوليسو ټينګه څارنه کوله او په سوله ايزه توګه پاى ته ورسېده. ",تنقيص شوو افسرانو مظاهره وکړه 5740,," په امريکا کې د پارلماني ټاکنو پر مهال ډيموک� �اتانو خپل سيال ګوند جمهوري غوښتونکو ته ماتې ورکړه اوپه ولسي جرګه کې د ٢٩ څوکيو په ګټلو سره ګټونکي شول. د سنا يا د مشرانو د جرګې د ټاکنو د ګټلو له پاره هم هغوى هلې ځلې کوي. په کانګرس کې د ګوند غړې مېرمن ننسي پيلوسي د خپلو څرګندونو په ترڅ کې وويل، چې د عراق د ناورين مخه به تړي او پرې به نږدي، چې نور امريکايان دغې لارې ته ادام ه وکړي. يوه مسلمان ډيموکرات ګټونکي ګيټ اليسون ويلي چې د امريکا ځواکونه بايد ډېر ژر له عراق څخه ووزي. ",په امريکا کې ډيموکراتان ګټونکي شول 5741,," د ايتلافي ځواكونو په يوه خپره شوې پاڼه کې راغلي چې د ناټو ځواکونو نن سهار د افغان ځواکونو په مرسته د عملياتو په بهير کې د خوست ښار ته نيژدې له يو کور څخه ٣ تنه شکمن ترهګر نيولي دي. پاڼه وايي د عملياتو په ترڅ کې ډزې نه دي شوې او شک کېږي چې له دغه ځاى څخه ترهګرو په خوست کې د ورانکارو عملونود تر سره کو لوپه موخه استفاده کوله. ",ايتلاف: ٣ تنه شکمن ترهګر نيول شوي دي 5742,," جاوید تسل:  د عراق لومړې وزير نوري المالکې ويلې دي چې د دغه هيواد پخوانې مشر صدام حسين به دروان ميلادې کال تر پايه پورې اعدام شې . دا په داسې حال کې ده چې د صدام حسين د اعدام د حکم ورکولو څخه يواځې درې ورځې وروسته پرون ماښام د دغه هيواد پلازم ينه درنې چاودنې ولرزاوه.  په دغه چاودنه کې شاوخوا 17 تنه ووژل شول او څه نا څه 20 نور ټپيان شول.د عراق امنيتې او روغتياې سرچينو ويلې چاودنه د قريعات په سيمه کې شوې ده چيرته چې زيات شيعه گان اوسيږې. په همدې ح ال کې د ادميا سونې ميشته سيمه کې د يوه راکټې بريد په ترڅ کې پنځه تنه مړه او له شلو څخه زيات ټپيان شو� �.  له همدې سره سم د عراق لومړې وزير نوري المالکې ويلې دې تمه لرې چې صدام حسين د روان ميلادې کال تر پايه پورې اعدام شې. هغه وويل چې د صدام د اعدام حکم به تر هيڅ فشار لاندې لغوه نه شې. ځينو کردې سياست پوهانو هم غوښتې دې چې دانفال په نوم د کردانود ټول وژنې پروگرام محکمه دې پاي ته ورسيږې . د هغوې په اند د انفال د وژنو په تور د عراق د پخوانې مشر د محکومولو بيا وارې محکمه د عدالت د ترسره کولو او د کردانو د وژنې د واقعيتونود رابرسيره کيدو � �پاره مهم دي. ",نوري الملکي : صدام به ددې کال تر اخیره اعدام شي 5743,," جاوید تسل : په بريتانيا کې يو په خټۀ برتانيوې القاعده غړې ديرن باروت د ټول عمر د بند په سزا محکوم شو. باروت په 2004 کال کې د اوو ملگرو سره په دې تور نيول شوې وو چې دامريکې په واسنگټن او نيويارک او برتانيا کې د بريدونو طرحې يې جوړې کړې وي. نوموړي دا م نلې چې د راډيو اکتيف له وړانگو څخه په گټه اخيستنې د بم جوړولو لپاره نقشه هم جوړه کړي وه. همدا راز ويل کيږې چې باروت په 1995 کال کې د تروريستې عملياتو په زده کړه کې هم گډون کړې و. ",بريتانيا کې باروت د ټول عمر د بند په سزا محکوم شو 5744,," په بلخ کې امنيتي چارواکو منلې چې د بلخ ولايت د جهاد يو پخوانى قوماندان ولى محمد ابراهيم خېل، پرون د ايتلاف او افغان ځواکونو د ګډو عملياتو په ترڅ کې د دغه ولايت په چهار بولک ولسوالۍ کې وژل شوى دى. څه موده وړاندى نوموړى د ايتلافي ځواکونو له خوا نيول شوى وو. وژل � �وى قوماندان په سيمه کې د پير سيد احمد ګيلاني تر مشرۍ لاندې د مخاذ ملي د يوه وتلي جهادي قوماندان اختر محمد ابراهيم خېل زوى دى . ايتلافي ځواکونو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي. ",په بلخ کې يو تن جهادي قو ماندان وژل شوى 5745,," جاوید تسل د تايوان د ولسمشر چين شوبيان مخالفينو هغه لايحې ته رايې ورکړې چې له پارلمان څخه غواړې د شوبيان برخه ليک د خلکو د رايې له لارې وټاکل شې. شوبيان او ميرمن يې په اختلاس او جعلې اسنادو تورن دي. ټاکل شوې چې د وړاندې شوې لايحې لپاره د پارلمان � �ومړې غونډه د جمعې په ورځ پيل شې. شنونکې وايې دولسمشر د گوښه کيدو سره مخالفت به دغه هيواد له يوه سياسې کړکيچ س� �ه مخامخ کړې. ",د تايوان ولسمشر چين شوبيان په اختلاس تورن دی 5746,انجينر عبدالخالق ساپی,"                               لا خو دسرې بلا خلاص شوی نه وملا می بيدياوی دسرو وينو وچی شوی نه ویلا جنازی می دبچو په خاورو شوی نه ویلا می ګريوان دتړمو اوښکو نه وچ شوی نه وهلا می دبوری مور ستاينی دريدلی نه ویلا می دګرانی خور کوکاری تمی � �وی نه ویلا می په کلو کی اوبه لږ رڼی شوی نه ویلا می ګودر ته ښاپيری را ټولی شوی نه ویلا په بانډو کی می حجری لږ تودی شوی نویلا پرديسيان می خپل کورو ته ستانه شوی نه وهلا دروسی سکا ډونو تور ی وريځیمی د آ سمان نه ورکی شوی نه ویچه هفت بلا می بيا  په کور راغللهڅه چه لږ پاته وه په کور کی زماهغه ئی ټول را ته تالا کړل ګورهلا د کابل ديتيمانو اوښکی چا وچی کړی نه ویچه د نظار شورا د غلو دلاسهځما دپيړيو خزانی تالا شویلا په وطن کی می د وينو درياب لږ شان وچ شوی نه وهلا می په بڼ کی ګل غوټی لږ خنديدلی نه ویلامی مليار د بڼ مرسل ته نږدی شوی نه وهلا خو عاشق می معشوقی ته دوصال په شيبهپه تور ذلفو دلاله ګل ور ټمبلی نه وهلا دمور غيږ کی نازولی خوارکی ماشوماند ماشومتوب په خوب بيده پاتی وهچه په وطن باندی می بيا توره بلا خپره شوهلا تياری می په آسمان حکمرانی کړهلا نړی کی د بودا وير او ماتم وه لا ئی خاوری په باميانو کی پرتی ویلا د زړو زخمونه نه وه کوشير شویلا روانی وی ملنډی په اسلاملا روانی چلوټی وی ديهودو امريکا کیچه وحشی لښکری بياراغلی ختن تههره خوا ئي را ته جوړی جيلخانی کړیچه سر جګ کړم دخپل حق څخه دفاع کړمالقاعده شم يا طالب شم په دنيا کی لا ليلی دشت کی پراته ټول شهيدان دیلا د توری بوری ټول کاڼی سوزان دیلا روزګان کی د واده شپی په ارمان دیپنجوائي کی اختر په وينو رنګ کړکور په کور ئی راته جوړ د غم معشر کړکربلا ته خلک ور درومی په ثوابکربلا شوه پنجوائی زمونږ د ح جاج                           ويانا ۷/۱۱/۲۰۰۶  ", کربلا 5747,امان الله نصرت," د ميني انځور     بنګړي به مات شي د پاوليو به شور پاتي نه شي زما بر زړه ه ستا د ميني انځور پاتي نه شي زه به پتنګ غوندى لمبه لمبه ايره ايره شم � �معي دا ستا به تر سحره هم اور پاتي نه شي ته چى زما په بيوسئ كوي د كبر خندا سبا به ستاهم د ښكلا دغه زور پاتي نه شي مينه كو خو د حيا له پولو اوړو به نه پردى وطن دى پر لمن چي مو تور پاتي نه شي � �كه شبنم د ګل پر شونډو تر سحره پايم بڼ كي به لمره! ستا تر څركه مى كور پاتي نه شي ما خو د ستورو له � �ڼا سره خپل زړه تړلى تور ماښامونه به مي لاره كى نور پاتي نه شي نصرته ته كه پكي ګډ د وينو سره دى نه كړى ستا په غزل كى به د زړونو ټكور پاتي نه شي ",د ميني انځور 5748,امان الله نصرت," زخمى احساس   تورى تياري خنجر په لاس سپينه سپوږمئ مي وژنى د خزانونو سترګى سري دي ګل غوټئ مى وژنى دژوند ميرو كى تږي ګرځم ستړي ستړي زړګي جانانه لاس راكړه چى تنده ليونئ مي وژني د غم رباب نن غږوي راته مرګوني نغمي ښكاري وختونه د خيالونو د� �خانئ مي وژني د نسيم زلفي د شبنم په اوښكو ولمبيدى قاتل خزان د زخمي ګل تږي سلكئ مي وژني بيا د ژوندون پر اننګو د مرګي غشي خښ دي د غم حالات د ارمانونو ناوكئ مي وژني خيال مى زخمي احساس زخمي زړه مى زخمي زخمي دي خونى ديوان د غزلونو ښاپيرئ مى وژني نصرته څو به لا مزل كووم د وينو په لار � �اتل باڼه د دلبر سترګي خونړئ مي وژني ",زخمى احساس 5749,"بلال اح دیار -","  غزل  لکه  بورا  نه څوک  ګلونه اخلي ژوند  له  ما  داسی  ارمانونه  اخلي             ګلو  ته ګوره  په ګاونډ  کې د یار   جانان  ته  ګوري  ترې  رنګونه  اخلي   دزلفو  ټال  کې  می  لګ وزنګوه      ستا د فراق  شپې  می خوبونه  اخ� �ي  صیاد  نظر می د  خوبانو  چم  کې    ګرځي  په زور ځانته  غمونه  اځ� �ي     د کوه  قاف  ښاپیرۍ تاته  وایم      لوړ دی ځمانه  څوک نازونه  اخلي   نور  یې  په  طمع د  دعا  نه  راځو شیخ خپله مست  دی ډک  جامونه  اخلي    د  احدیار   زړه  درته څنګ لمبه  کړم   سوي  سکاره   چرته   اورونه اخلي پیښور پوهنتون ", غزل 5750,," د ناټو يوه خپره شوې پاڼه وايي، چې ١٥ تنه طالب جنګيالي د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې وژل شوي دي. پاڼه وايي جګړه هغه مهال پيل شوه، چې طالب وسله والو د ناټو پر ځواکونو وسله وال بريد وکړ. د پاڼې له مخې وروسته د ناټو ځواکونو ځوابيه ډزې وکړې چې له امله يې ١٥ تنه طالب جنګيا� �ي مړه او د ناټو يو عسکر ټپي شوى دى. ",ناټو: په پکتيکا کې ١٥ اورپکې وژلي شوي 5751,," ", 5752,," احمد جاويد تسل د سريلانکا په ختيځ کې د يو بريد له امله شاوخوا 45 ملکې وگړې وژل شوې دي.د تاميل پړانگانو د وياند له قوله د سريلنکا پوځ په هغه کمپ باندې بريد وکړ چيرته چې د جگړې له امله بې ځايه شوې خلکو ژوند کاوه. نوموړې زياته کړه 125 تنه نور د وکارې په سيمه کې د ح کومت د بريد لامله ټپيان شوې دي. بله خوا حکومت د تاميل پړانگان يې پر دې تورن کړل چې له  ملکې وگړې څخه د خپلو ځانونو د سپر کيدو لپاره گټۀ اخلې.په جينيوا کې تيره مياشت د سريلانکا د حکومت او تاميل پړانگانو تر منځ دناکامو خبرو اترو وروسته د دوې ترمنځ نښتې هم زياتې شوې دي. د روان کال د پيل څخه تراوسه د جگړو له امله په دغه هيواد کې د 3000 څخه زيات کسانوخپل ژوند له لاسه ورکړې دې. ",د سريلانکا په ختيځ کې 45 ملکې وگړې وژل شوې 5753,," عبدالله پتمن/كابلپه دې ليکنه به ډېر خلک څه فکر کوې خو د هر چا فکر يو شانته نه وې. او زه هم ملامت نه يم خلک ملامت دې هغه په دې چې کله دوى د ديموکراسې نوم واورې نو خپل عنعنات شاته وغورځوې او د لوېديځوالو او نورو دودونه خپل کړې. ښه بېلگه يې د طلوع له ټلوېزون څخه خپ� �ېدونکى سيريال تولسې دى. څو ورځې وړاندې مې د يو چا له خولې څخه واورېده چې چا په خپل زوى باندې د گاتم نوم ايښى دي. گاتم يو هندى نوم دى نه افغانې، او داسې هم نه ده چې موږ د نومونو يا د دودونو کمى لرو هر څه لرو خو احترام ورته نه لرو. ځکه خو تر اوسه پرديو هيوادونو ته احتياج يو. د بېلگه په توګه کله چې دسترخوان ته کښينو نو فکر وکړو، چې کوم توليد زموږ د هيواد دى نو به مالومه شي چي ټول غذايي توکې به د پاکستان يا نورو هيوادو وي. او بيا له ځان س� �ه فكر وكړو چې د پاکستان د جوړېدو ايله ۵۰ کاله کېږې او زموږ هيواد ۵۰۰۰ کلن تاريخ لري. او دې ته هم پام وکړو چې د پاکستان بهرنى سياست د افغانستان لپاره څومره گټور او څومره په زيان کې دى. له دې هم سترگې نه شو پټولاى چې پاکستان افغانانو ته ۲۵ کاله پناه ورکړه. خو نه! دا زموږ خپل  حق وو ولې چې افغانانو پښتونخوا ته ګډه کړې وه او پښتونخوا د افغانستان برخه ده، خو د مشرانو په تېروتنو سره دغه سيمه اوس د پردو تر ولکې لاندې ده او زموږ د بې اتفاقۍ لامل ده چې هغه صرف په نوم د افغانستان ده او حکومت پرې پاكستان کوي. خير خبره سياست ته لاړه بيرته خپل م ضمون ته راځم او دا پوښتنه کوم چې څومره افغانان ديموکراسې پيژنې او څومره نورو يې صرف نوم اوريدلې دى. په شريعت او ديموکراسې کې څه فرق دى؟  باور لرم که چيرې شريعت هغه نظام چې اصلې شريعت دى رامنځته شې تو تاسو باور وکړئ چې لوېديځ او نوره کفرې نړۍ به هم په خپلو هيوادونو کې دغه نظام راولې. موږ د داسې نظام لرونکې هم يو خو بيا هم پردو دودونو او نظامونو ته مخه کوو ولې چې په نورو نظامونو کې بې شرمې او شيطانت کې زيات دى. كه فکر وکړو لوېديځ يا نورې نړۍ چې د ښځو د حقوقو په اړه کوم قانون رامنځته کړى دا به د ښځې لپاره كافي وي او که هغه حقوق چي اسلام وركړي دي. که په خپلو کورونو کې د لمانځه او قران په هکله پوښتنه وکړو نو ماشومان به مو څومره معلومات ولري. او که د هندې يا لوېديځو سندرو او د تولسې سيريال په هکله پوښتنه وکړو څومره معلومات به ولرې. او بيا يې پرتله کړو چې افغانستان ته د ديموکراسې راتلل پر ځاى او که بېځايه دى. ",د ديموکراسۍ راتګ پر ځاى، که بېځايه دى؟ 5754,," عبدالله پتمن/كابل د كند هار په ژيړې ولسوالې کې له کاناډايې سرتيروسره په نښته کې ۲۸ شکمن طالبان ووژل شوي دي. د ژيړۍ ولسوالۍ د پو� �يسو د مشر غلام رسول په وينا نښته هغه مهال پيل شوه چې د طالبانو پټنځايونه د يوه راپور له مخي کاناډايې سرتي� �و تر لاسه کړه. نوموړې زياته کړه چې د ځواکونو په علمياتو كي له هوايې وسيلو څخه هم كار اخيستل شوى دى. د ناټو وياند هم د پيښې پخلى کړې او ويلې يې دي چې دوى يو بريد ترسره کړى دى خو د پوځې کسانو د مرگ ژوبلې په اړه يې د څه وي� �و څخه ډډه وکړه. ",دولت: د كندهار په ژيړۍ كي ۳۸ طالبان وژل شوي دي 5755,," عبدالله پتمن/كابل د منځ مهاله ټاکنو د پايلې له اعلا ن څخه وروسته جورج بوش په خپله لومړۍ وينا کې وويل زما او رمز فيلډ ترمنځ د اوږدو خبرو اترو وروسته موږ په دې سلا شوو چې د پينټاگان د مشرۍ د بدلولو لپاره دا يو ښه وخت دى. بوش وويل چې د نوموړې پر ځاى به وروسته له دې د سي آى اې پخوانى مشر رابرټ گيټس کار کوې او دا دنده به پر مخ بيايې. رمز فيلډ په کال ۲۰۰۰ کې پر دې دنده وگمارل شو. د شنونکو په اند په افغانستان کې د امرېکا له ب� �ياليتوب سره  نوموړي زيات شهرت پيدا کړ. خو په عراق کې د امريکا د ستونزو له مخ کېدو وروسته نوموړى تر نيوکو او فشارونو لاندي راغې. د ابو غريب د بند د غير انسانې رويې راپورونه چې کله رابرسېره شوه نو د رمز فيلډ د گوښه کېدو غوښتنې لاپسې زياتې شوې. خو هغه مهال بوش د نوموړې ملاتړ وکړ. په منځ مهاله ټاکنو کې دا څرگندېږې چې خلک د بوش په کړنو خوښ نه دې چې بېلگه يې د رمز فيلډ گوښه کېدنه ده.   ",د امريكا د دفاع وزير رمزفلډ له دندي ګوښه كړل شو 5756,," د امريکا د بهرنيو چارو وزارت م� �ستيال ريچارډ بوچړ نن په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وويل، چې د ديموکراتانو په بري سره به د افغانستان په اړوند د امريکا په تګلاره کې هيڅ ډول بدلون را نه شي او د امريکا د کانګرس ټول غړي په افغانستان د پرمختګونو ټينګ ملاتړ کوي او له افغان ولس سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي. نوموړي هيله څرګنده کړه، چې دپولو دواړو خواوو ته د پرتو قومونو له خوا د امن لويه جوړېدونکې جرګه وکولاى شي په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټينګښت او د ترهګرو د مخنيوي په هکله ښې پايلې ولري. ",د افغانستان په اړه د امريکا سياست بدلون نه مومي 5757,," عبدالله پتمن/كابلپه درگۍ کې د پروني ځانمرگې بريد مسئوليت طالبانو پر غاړه واخيست. يوه نا معلوم تن چې ځان يې طالب ښوده له يوه مشهور پاكستاني ژو� �ناليست رحيم الله يوسفزې ته په ټلېفونې اړيکې کې ويلې چي ترسره شوى بريد د دوى يوه تن ابوکليم محمد انصارې له خوا ترسره شو. رحيم الله يوسفزې اسوشيټيډ پريس خبري آژانس ته په خبرو کې ويلي چې ده دغه ټليفونې خبرې ثبت کړې دې او زياته يې کړه ټليفون کوونکې داهم ويلې چې دوې ۲۷۵ فدايان لرې.او د باجوړ له پيښې وروسته دوى خپله کړنلاره بدله کړې ده. درګۍ چي د پاكستان د صوبه سرحد ايالت په قبايي سيمه ملاكنډ ايجنسي كي موقعيت لري تېره ورځ يو نامالوم كس د پاكستاني پوځيانو يوه مركز ته ورننوت او هلته يې خپل ځان والوزاوه چي درنه مرګ ژوبله يې رامنځته كړه، په لومړنيو راپورونو ويل شوي وه چي ۳۵ تنه مړه او ۲۰ تنه ټپيان شوي وو، خو وروسته د مړيو شمېره ۴۷ تنو ته ورسېده. ",د درګۍ د ځانمرګي بريد مسئوليت طالبانو ومانه 5758,," عبدالله پتمن/كابل افغان حکومت د امريكا د دفاع د پخواني وزير ډونالډ رمز فيلډ پر گوښه کېدو خپل خپگان څرگندکړ. د ولسمشر کرزې د دفتر � �ئيس جاويد لودين دا څرګندوني له اسوشيټيډ پريس خبري آژانس سره د خبرو په وخت وکړې. نوموړې زياته کړه چې رمز في� �ډ په افغانستان کې د ترهگرۍ په وړاندې جگړه کې مهم رول درلود. بله خوا په افغانستان کې د امريکايې ځواکونو چا� �واکو ويلې چې د رمز فيلډ په گوښه کېدو سره به په افغانستان کې د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې هيڅ بدلون رانه شې او دا مبا� �زه به دوام ولرې. ",افغان دولت د ډونالډ رمزفيلډ پر ګوښه كېدو اندېښمن دى 5759,," ليكوال: اعجاز سهر ژباړه: عمر واحديار هغه وخت چي عراق لا د امريكا � �استه نه وو ورغلى، د عراق پر خاوره به د امريكا او متحدينو هوايي بريدونه روان وه، په پاكستان كي به د صدام حسين نوم د خلكو له خولې ايسته و دوري هرځاى اورېده كېدئ او د صدام د ستايني په موخه به يې په دكانونو، كو� �ونو آن په ټكسيانو او بسونو كي د هغه عكسونه ځړولي وه، خو د نومبر پر پنځمه چي د عراق شړل سوى ولسمشر صدام حسين د مرګ په سزا محكوم سو، له تېرو وختونو خلاف پاكستانيان ټول خاموشه دي. د پاكستان حكوم ت، عوام، سياست پوهان، حتى د مذهبي ډلو هغه مشران چي د صدام حسين په مرستو يې مدرسې چلېدې او هر كال به يې په � �سګونو زده كوونكو ته له عراق څخه د زدكړو لپاره تعلمي برسونه راتلل، هغوى هم د چوپتيا روژه نيولې ده. د باندنيو چارو وزارت وياندي مېرمن تسنيم اسلم د عراق د پخواني ولسمشر د اعدام په اړه يوازي دونه وويل چي پاكستان د عراق د ولس د سوكالۍ او امن په غم كي دى. د مذهبي ګوندونو د اتحاد (متحده مجلس عمل) يوه مشر حافظ حسين احمد ويل مجرم ته سزا وركول ښه كار دى، خو چي د محكمې پرېكړه بې طرفه او د انصاف پر بنسټ وي. له حافظ صاحب څخه مي وپوښتل، په داسي حال كي چي ستاسو ګوندي م درسو ته له عراق څخه پيسې راتلې، د مدرسو طالبانو ته مو علمي برسونه وركول كېده او له امريكې سره د عراق د جګړې پر وخت مو صدام ته د يوه اتل په سترګه كتل، د هغه په حق كي مو غټي _غټي مظاهرې جوړولې، اوس د سزا وركولو غوښتنه كوئ؟ حافظ حسين احمد صاحب ويل مظاهرې خو موږ له صدام حسين څخه د ملاتړ په موخه نه كولې، بلكي موږ پر عراق د امريكايي يرغل مخالفت كاوه. هغه تور ولګاوه چي كه خبره د قت� �ونو وي، نو بيا خو د امريكا ولسمشر بوش او د انګلستان لومړي وزير ټوني بلېر تر صدام حسين ډېر كسان وژلي دي، هغوى ته هم بايد سزا وركړل سي. حافظ صاحب د دوى له مدرسو سره د صدام حسين د حكومت پر م� �ستو هم پښېمانه سو، خو دونه يې ومنل چي د عراق، سعودي عربستان، ليبيا او ځينو نورو اسلامي هيوادونو له خوا دوى ته ځيني تعلمي برسونه وركول كېده، او ويې ويل هغه هم د دغو هيوادونو د مشرانو له خوا نه، بلكي د ځينو ادارو د غړو له خوا وركول كېده. نوموړي زياته كړه، دا هغه ګټه ده چي يوازي د دوى ګوند نه بلكي نورو ګوندونو هم تر � �اسه كړې وه. د پاكستان د خلكو (پيپلز) ګوند وياند فرحت الله بابر وويل، په دې كي شك نسته چي صدام پر خپل ولس ظلمونه كړي دي، خو لكه څنګه چي هغه ته سزا وركول مهم دي، هومره په اوسنيو حالاتو كي د هغه ژوندى پاته كېدل هم ضرورت دى، نو دې واقعيتونو ته په پام سره د پاكستان د خلكو (پيپلز) ګوند نظر دا دى چي اوس م هال صدام ته د اعدام سزا وركول په عراق كي ډېري سياسي ستونزي راولاړولاى سي. د نواز شريف د مسليم ليګ ګوند د اطلاعاتو مشر احسن اقبال هم حافظ حسين احمد ته ورته نظر درلود، هغه وويل د صدام حسين مح اكمه په شفافيت سره نه ده ترسره سوې. او د دوى ګوند چي كومي مظاهرې كړي وې، هغه د عراق پر ولس د امريكايي يرغل د غندني په موخه وې. له احسن اقبال څخه مي وپوښتل چي د صدام حسين موخه هم دغه وه، او د ام� �يكايي يرغل پر وخت يې له هغوى سره مقابله كول؟ احسن راته ويل د دوى ګوند همدا اوس غواړي چي بهرني يرغلګر له عراق څخه ووزي. د نومبر پر پنځمه چي صدام حسين ته د مرګ سزا واورول سوه، له پخوانيو وختونو خلاف نه په پاكستان كي چا مظاهره كړې او نه يې هم كومه غندونكې غونډه جوړ كړه، خو په پاكستاني ميډيا كي د صدام حسين په اړه خبري هماغسي ګرمي دي. د پاكستان هغه رسنۍ چي په انګ� �ېزي، اردو، سندي او نورو ژبو خپروني كوي، ټولي صدام حسين ته د مرګوني سزا په اړه له توقع سره سم مطالب لري، چي ځينو يې دا سزا يو خام او غلط كار ګڼلى دى. ډېري خپروني په دې اند دي چي د صدام حسين محاكمه او هغه ته د مرګوني سزا د وركولو موخه دا ده، چي د امريكا ولسمشر بوش غواړي له دې لاري د مشرانو جرګې او ولسي ج� �ګې په منځ مهاله ټاكنو كي د خپل ګوند لپاره چوكۍ ترلاسه كړي. په انګرېزي ژبه خپرېدونكي ورځپاڼه ډان د ((يوه حيرانوونكې فيصله!)) تر سرليك لاندي په خپله سرمقاله كي كاږي، د صدام حسين يو جرم خو دا هم وو چي پر كويټ يې يرغل وكړ او پر اېراني پوځ يې كيمياوي وسلې استعمال كړې، نو پر هغه باندي د ۱۴۸ كسانو د وژني تور لګول ډېره حيرانوونكې خبره نه ده، خو اصلاً د صدام جرم دا نه وو چي محكمې يې تور پر لګولى دى، بلكي هغه له امريكا څخه ياغي وو. په اخبار كي راغلي چي د ملګرو ملتونو له اجازې پرته پر عراق د امريكايي او برتانوي سرتېرو تر يرغل او د بعث ګوند تر حكومت وروسته، تر شپږ لكه ډېر عراقيان وژل سوي او ټپيان سوي دي، او هيواد يې په كنډواله بدل سوى دى، خو د دې سزا د پلي كېدو ترشا نور مرګونه او ورانى هم ترسترګو كېږي. په اخبار كي راغلي چي د نازيانو او يوګوسلاويا جنګي جنايتكاران پوځي محاكمو ته راكش سول، خو صدام حسين ته په عراقي محكمه كي سزا وركول به دا پايله ولري چي له نوموړي به ((عربي شهيد)) جوړ كړي. يوې بلي انګرېزي ورځپاڼي The News ليكلي، امريكا غواړي وښيي چي دوى په نړۍ كي د ديكتاتور نظام خلاف دي. خو دا نه سي هېرېداى چي صدام حسين خپله امريكا جوړ كړى وو او په دې كي هم شك نسته چي هغه پر خپلو خلكو ظلم كاوه، خو هغه ديكتاتور مشران چي تر ده بتر دي او له امريكا سره ترڅنګ ولاړ دي هغه به څنګه سي؟ د اخبار اداره په دې نظر ده چي پر عراق باندي حاكم بهرني پوځونه له خپلو ګټو سره ب� �ابر د محكمې پر هره پرېكړه ژور اثر ښندلاى سي. د پاكستان د ((نواى وقت اردو ورځپاڼه)) په يوه لنډه سرمقاله كي كاږي، چي په امريكا كي د مشرانو او ولسي جرګو انتخاباتو ته په پام سره، ولسمشر بوش غواړي صدام حسين ته د دې سزا په وركولو د خپلي ليونۍ جګړې د پاليسۍ لپاره د امريكايي ولس ملاتړ ترلاسه كړي. يوه بله اردو ورځپاڼه په خپلو خبرونو كي وايي امريكا آخر د عراق له پخواني ولسمشر سره هغه څه وكړه چي توقع يې كېده، اخبار ليكي چي سياست پوهانو ته دا ډول سزا ګاني مجرم تر مرګ وروسته په خپل ولس كي د يوه هېرو په شكل راڅرګندوي، دوى د خپلي دې ادعا د زبات له پاره د پاكستان د پخواني لومړي وزير ذوالفقار علي بوټو يادونه كړې ده، او زياتوي چي بوټو د ډېرو كلونو له تېرېدو وروسته اوس هم د سياست پر ډګر ژوندى د� �. د انګرېزي او اردو خپرونو ځيني كالم ليكوال هم د صدام حسين د سزا لامل امريكايي راج ته د هغه نه تسليمېدل ګڼي، چي چا د سركښ چا د مېړني او چا هم د باغي لقب وركړى دى. د اسلام آباد په سوپر م اركېټ كي د يوه پاڼ خرڅوونكي دكان ته ورغلم او له دكاندار محمدايوب څخه مي د صدام حسين د سزا په اړه پوښتنه وكړه، هغه راته ويل، نن ورځ په دنيا كي د زړور سړي قدر نه كېږي. د هغه ترڅنګ مي له يوه بل ځوانكي امتيازاحمد سره خبري كولې، ويل ښه نو كه صدام حسين ديكتاتور دى نو په مصر، اردن، سعودي عرب او پاكستان كي چي كوم كسان حكوم تونه كوي هغه پرشتې دي؟ خو دا د امريكا پاليسي ده، يو ځل پر خوږو خوله وچړپوي چي خوند يې ولاړسي نو يې توف كړي.   ",پاكستان د صدام حسين پر سزا خاموش دى 5760,," احمد جاويد تسل  دا د امریکا د متحدو ایالتونو په سهيل او لويديځ کې په تېرو لسو کلونو کې لومړني تباه کوونکي ورښتونه دي. د دغه و� �ښتونو او سېلاوونو په ترڅ کې څو تنه مړه او په سلګونو نور بې کوره شوي دي. په سلګونو تنه په واشنګټن او اوروګون کې بند پاتې دي چې ژغورونکې هغوى د چورلکو او بېړيو په وسيله ژغوري. ژغورندويې ډلې هڅې کوي څو خلک له دغې سيمې څخه د امن ځايونو ته ولېږدوي. په اوروګون کې بندونه د سېلاوونو له امله له منځه تللي . تمه کېږي چې ورښتونه به ژر تر ژره ودرېږي. ",د امریکا د متحدو ایالتونو په سهيل او لويديځ ورښتونه 5761,,"  احمد جاويد تسل نړيوال م� �ستې رسوونکي ټولنې په قهر او تاوتريخوالي هغه ١٨ تنه چې د په تراړه کې د اسراييلو د هوايي او ځمکني بريدونو له خوا وژل شوي وو په کلکه اعتراض وکړ. يونيسيف او سره صليب ويلي چې په بيت حانون کې يې د اسراييلو د بريد څخه ټکان خوړلى. د اسراييلو لومړي وزير اېهود اولمرت د تېرې ورځې د غير ملکي وګړو د وژلو په اړه خپله خواشيني څرګنده کړې او د دغې پېښې د ټپيانو لپاره يې د بشري مرستو د لېږلو چمتو والى ښودلى.  ",د مرستې رسونې ټولنو پر غزې د اسراييلو بريد وغانده 5762,," احمد جاويد تسل په قرغزيستان کې پرون د دغه هيواد پارلمان نوى اساسي قانون تصويب کړ چي په دې توګه به د ولسمشر کورمانبيک باقي يوف د حکومت او مخالفو مظاهره کونکو تر منځ د يوې اونۍ کړکيچ پاى ته ورسيږي.اساسي قانون به د ولسمشر له خوا د لاسليک کولو څخه وروسته پلي شي. اساسي قانون د باقي يوف د پلويانو او مخالفينوتر منځ د يوې اونۍ ناندرو وهلو څخه وروسته تصويب شو چي پر بنسټ به يي د ولسمشر واک لږ شي او پارلمان ته به ډير صلاحيت ورکړل شي. مخالفينو دغه بريا د باقي يوف د ادارې پر وړاندې کمپ کي چي مظاهره کونکو له تيرې پنجشنبې څخه جوړ کړى په خوشالي سره ونمانځله . باقي يوف په 2005 کال کي د عسکر اکايوف پر وړاندې د مخالفينو د مظارو په لړ کې واک ته ورسيد . ",دقرغزيستان پارلمان نوى اساسي قانون تصويب کړ 5763,," احمد جاويد تسل په اندونيزيا کې يو مسلمان شکمن ورانکارى حسن الدين د دريو عيسوي جنکيو د سر پريکولو په تور محاکمه کيږي. د نوموړي تر څنگ د هغه دوه نور ملگري هم د تير کال په دغو وژنو کې په لاس لرو تورن دي. د نوموړو وکيلانو ويلي، چې دغه عمل له 1998 څخه تر2000 کلونو په بهير کي د سولاويسې په جگړې کې د مسلمانانو د وژنې د غچ اخيستنې په بدل کې ترسره شوې وو. په هغي جګړي کې څه نا څه زرتنه مسيحان او مسلمانان وژل شوې وو. ", په اندونيزيا کې يوشکمن ورانکارى محاکمه کيږي 5764,بازمحمد عابد," دسې شنبې د ورځې په ماښام د په کابل کې د ژورناليزم په نړيوال مرکز کې د افغانستان د وتلې او تکړه ژورنالیست اکبر ايازي په وياړ کابل ميشتو ف� �هنګيانو او د ژورناليزم نړيوال مرکز په ګډه يو شاعرانه ماښامی جوړ کړی و. دا ماښام د موسيقۍ په ترنګ کې حفيظ الله ګردش په خپل خواږه غږ سره پيل کړ. د ماښام تر لمانځه وروسته مشاعره پيل شوه او تر يوه ساعته يې دوام وکړ. د مشاعري وياند بازمحمد عابدو. تر مشاعرې وروسته محمد حسن ولسمل اوحبيب الله رفيع لنډې خبرې وکړې. ورپسې اکبر ايازي لومړی د هغو کسانو څخه مننه وکړه چې دا شاعرانه ماښامی يې جوړ کړی و او بيا يې په ژورناليزم اوږدې او ګټو� �ې خبرې وکړې. تر ده وروسته استاد شپون خپلې خوندورې او خندورې خبرې وکړې چې ډېرو يې د اکبر ايازي سره په خاطرو تکيه کوله. . تر مشاعرې وروسته يو ځل بيا حفيظ الله ګردش د موسيقۍ پردو ته کيوتو او د زړه له تله يې د حمزه بابا غزلې وويلې . د موسيقۍ په په دوران کې به ځينو يارانو په خوندور اتڼ سره د ليدونکو مستي يو په دوه کوله. په دې ماښام کې پر يادو شويو ښاغليو سربيره پيرمحمد کاروان ، اسماعيل يون، ستانه مير زهير، عبدالهادي هادي، عبدالنافع همت، ياسر ثمرخلي، شيرحسن حسن، عزت الله شمسزي، محمد نبي تدبير، زاهد شاه انګار، نورالحبيب نثار،توريالی، حفيظ الله غښتلی،ډاکټر اکبر، غني مدقيق، نظام الدين ماليار، جمال ناصر، عبدالحميد سروش، بريالی وياړ، ولي محمد کنډيوال، سيد سليمان آشنا، اجمل تورمان، سيد اختيار سباون، دانش کړوخيل، ولي محمد احمدزی، حميد موم ند، امير بهير، امين مدقيق، روح الله انوري، آصف ننګ، خپلواک ساپي، مصطفی سالک، حکيم سمسور، شيرآقا کريمي، � �حيم الله سمندر او نورو ډېرو په کې ګډون کړی و. دا ماښام د شپې تر نهو بجو وغزيدو.   ",په کابل کي د اکبر ایازي په ویاړ يو شاعرانه ماښامی 5765,," سيد جان کارواني - لندن دافغانستان داسلامى جمهوريت لوى څارنوال عبدالجبارثابت په لندن کىدافغانانوسره وکتل: دروان کال دنومبردمياشتي په تيره اونۍ کي دافغانستان داسلامي جمهوريت لوى څارنوال ديورسمي سفرپه موخه بريتانيا ته تش� �يف راوړى وو. هغه په دې لړکي په لندن کي دافغانانوپه غوښتنه ديوشميرافغانانو سره ليدني اوکتني وکړې. په دې ليدنوکي لوى څارنوال دافغانستان دمحاکمو، څارنواليواودولت دادارې په هکله پوره څرګندونى وکړې اوروښانه يې کړه چي دلوى څارنوالي پاليسي چي داداري فساداورشوت پرضد په جدي اوعملي توګه پيل شوې ده، يوله هغه اړتياوڅخه ده چي دافغانستان دجمهوررئيس،مرستيالانو،ولسى جرګې، ولس اونړيوالو غوښتنه ده. هغه دلوى څارنوالي ځينوعملي ګامونه ته په هرات،مزارشريف،کابل اونوروسيموکي ګوته ونيوله اوڅرګنده يې کړه چى لوى څارنوالي دافغانستان د جمهوري رياست اوولسي جرګې نه دداسې اصلاحى اقداماتو د ملاتړ څخه، مننه کوي.  په مقابل کى په لندن کي ميشتوافغانانودا چى په هيوادکي داداري فساد اوبډو اخيستلو پرضددمبارزې هڅي پيل شوې دي ستاينه وکړه اوپه داسي ملي اواسلامي کارکې دهغه دبري غوښتنه وکړه. اوعقيده څرګنده شوه چي دافغانستان اوسني حاکميت يوه کاري،متعهد اومعتمد ټيم ته اړتيالري. په غونډوکي دلوى څارنوال څخه ددولت دتګ لارو،دلوى څارنوالي کړن� �اره داداري فساداوبډواخيستلوپه مقابل کي زياتي پوښتنې وشوې چى دهغه له خواد دولت دځواکمنې اواعتباري ياليسۍ پر بنسټ په ازاده او ديموکراتيکه فضاکي قانع کوونکي ځوابونه وويل شول. دلوى څارنوال دتګ په وروستى ورځ دهغه په وياړدافغاني دود له مخي دافغانانوله خوادوديزى ميلمستيا ته رابلل شوى و، اووروسته ترهوايي ډګره پو� �ي ديوشميرزياتوافغانانوله خوابدرګه شو.   ",لوی څارنوال تېره اوونۍلندن کي له افغانانو سره وکتل 5766, داکتر حسن-لندن," ژوند مې تر هر قدم کړې لاندې هی� �ې                     لا مې  پرتې دي په زړه باندې هی� �ې              راکړي اسره دتا هندارې ست� �ګې                           چې پکې ووینم ځ� �اندې  هیلې              ښه پرې خبر یم چې منزل نل� �ي                               بس ګرځوم په زړه کې تاندې  هیلې              جانانه صبر ئې کړم ستا له لو� �ې                            که دلا سه  کړمه مړژواندې  هیلې              کیږدۍ دې پریوته (حسنه) دزړه                            ورستې ئې وینو کړلې  مراندې  هیلې                                  داکتر حسن-لندن    ٩/١١/٢٠٠٦ ",مړژواندې هیلې 5767,اما ن الله نصرت,"   د یار کوڅه کی رقیبان راته گواښونه کوی توری په � �اس بیا غمازان راته گواښونه کوی   زما د یار د مخ رڼا یی په زړه او ربل کړی ځکه نن ستوری د اسمان راته گواښونه کوی   ما ویل د گل پر پستو شونډ و به می شونډی ږد مه د زمانی سپیره خزان � �اته گواسونه کوی   له ما نه غواړی په سرووینو گټل شوی جانان د خوږی مینی د ښمنا ن راته گواښونه کوی   گناه می داده چی ښکلا د خپل وطن می ستایم د تو رتمو نو خاوندان راته گواښونه کوی   قلم می اخلی رانه ژبه په چاړو غوڅوی وایی چی چوپ شه غداران راته گواښونه کوی   زه خو بچی د خپل وطن یم خپل وطن می خوښ دی په کوم یو جرم سره لیوان راته گواښونه کوی   د رژوند په لارویی زما د ښکیل دا مونه ایښی دارما نونو قاتلان راته گواښونه کوی   ما می غزل سره لوظونه د حجاب کړی دی د نقد مور چل نه طالبان راته گواښونه کوی   سپین سپين به وایمه سپین زړه لرمه سپین می خوښ دی خیر که د تو رو شپو دیوان راته گواښونه کوی   نصرته سربه غلیمانو لره ښکته نه کړم که د مرگونو قصابان راته گواښونه کوی ",گواښونه 5768,ميرولي جان لکڼوال," ميرولي جان لکڼوال : خوستليدل کيږي چې ځوانان ديوې ټولني اوجامعې دودي اوترقۍ دلاري تر ټولو قوي مټي او ستني دي ،همدا ډول ځوانان دټولني هغه باانرژی قشردی کوم چي دخپلي انرژۍ دلاري ټولنه دډول ډول ښيرازيو او برياوو سره لاس اوګريوان کو� �ای شي ،که په نړيواله سِطحه وکتل شي ليدل کيږي چي ځوانان دهر تحول اوبدلون په سرکي قرار لري ياپه بله خبره ځوانان دهرتحول اوبدلون دسون خام مواد تشکيلوي خوپه دې شرط چي ځوانان دسالمې رهبرۍ خاوندان وي .که چېرې ځوانان سالمه رهبري ونه لري نوپرته له شکه چې ټولنه دډول ډول ناخوالو اوبدمرغيو سره لاس او ګريوان کولای شي دجنګ او جګړې په کالونو کې مووليدل چې ديوې سالمې اوملي رهبرۍ دنشتوالي له امله څومره ځوانان دجنګ دبلا خوراک شول او دڅومره بدبرخليک سره مخامخ شول ،جنګ او جګړې زموږ ځوان قشر دپوهي اوعلميت له درنې او ګڼي سيورې څخه بې برخي کړل اودناپوهۍ دبدمرغی اوذليلی سيوري دچتر لاندي يې راوستل ،ددې پرځای چي دوی دښوونځی او پوهنتون لارونيسي دوی دټوپک په زده کړه بوخت او مصروف شول ،دپوهي اوعلميت څخه دځوانانو ليريوالۍ ددې سبب شو چي دهرڅه پروړاندي دعلمي اوپوهينزچلن پرځای دجنګ او جګړې دريځ ځان ته خپل کړي، دهرې خبري جواب دقلم پرځای په ټوپک ورکړي شک نه شته چي دجهاد په وخت کې دځوانانو ټوپک ته لاس اچول دوخت ،اولس او خلکو غوښتنه وه خوله جهاد وروسته دخلکو اواولس غوښتنه او تقضا داوه چې نور به دټوپک پرځای قلم پدې اولس اوخاوره حاکميت چ� �وي ،خوداسي ونه شول دمختلفومفکورو او ايډيالوژيو خاوندانو ددې پرځای چي ځوانان سمي اورغوونکي لاري ته راوبو� �ي دوی يې دخپلي مفکورې اونظريو دپياوړتيا اوخوندي کولو په موخه په ځانونو راچاپېرکړل ،ولي چي دوی ته خپلي شخصي ګټی له ملي ګټولوړي اومعتبري وې ،همدا لامل و چي دهېواد پردي باانرژي قشر يې هېڅ ډول زړه ونه سوځوو اوبالاخره يې دجنګ دلوبغاړوپه شکل وکارول . په هر صورت وايي چې ياد يې وکړې نو فرياد به يې وکړې،دامهال چي دجنګ هغه تريخ وخت تېرشوی بيا هم زموږ له ځوان نسل اوقشر سره دجفااو بې پروایي لړۍ روانه ده ،ګورو چې له يوې خوا هغوی دجنګ له امله دپوهي اوعلميت دلوی څراغ له رڼا څخه بې برخي شول اوله بلې خوا ګورو چي دامهال دوی دبيکارۍ ب� �ا په کرغيړنه خوله کي اخيستي ،که چېري دوی همداسي بېکاره اووزګاره پاتي کيږي نوشک نشته چي يوځل بيابه دوی دم ختلفوايډيالوژيو ښکارکيږي کله چي ځوانان يوځل بيا ددا ډول خلکو په پنجوکي ولويږي نوپرته له شکه چي بدي پايلي او نتيجې به ولري بله ستونزه چي دامهال ورسره افغاني ځوانان لاس اوګريوان دي هغه دنشه اييزو توکو کارول دي داچي ولي ځوانانو دمخدره توکيوکارولوته لاس اچولۍ پړه يې بياهم دجنګ اوبېکارۍ پراوږو پ� �اته ده ،کله چې معتاد کسان نشيزتوکي پيدا نه کړي نو ددې توکو دلاس ته راوړلوپه موخه هغوی مجبوريږي چې ډول ډول جرايمو ته مخه کړي لکه غلا ،لاري وهل اوتر ټولو بده يې دا چي دانسان وژني هڅه هم کوي چې داحالت ډېر خواشينوونکۍ حالت دی .همداډول يوه بله ستونزه چې ځوانان ورسره لاس اوګريوان دي هغه دهيواد په بېلا بېلو سيمو کي دولور دکچې � �وړوالی دی دبېلګې يه توګه يوځوان واده کوي او خسرګانۍ ورباندې په لکونو افغانۍ ولور ږدي نوموړۍ ځوان ددې ولور دلاس ته راوړنې په موخه مجبوريږي چې له هېواده بهرپه خارجې ملکونو کې مزدوري وکړي چې دا کا� �هم څوډوله زيانونه درلودلۍ شي يوداچې ،ځوانان دخپل وجود انرژي دنورو ملکونو دابادۍ په لارکې مصرفوي کله چې بې� �ته هيواد ته راستنيږي نو ځوانۍ ورسره خدای په امانې کړي وي بله داچې ځينې وختونه داځوانان دقاچاق برو په لاس کې لويږي چې هغوی پرته له دې چې دځوانانوراتلونکي ته پاملرنه وکړي له هغوی دخپلې ګټې په خاطر کاراخلي ان تر دې چې په دې لار کې دځوانانو دژوندسودا هم وشي ،دا چې يادونه مو وکړه چې ځوانان ديوې ټولنې باانرژي � �شر دی نو لازم دادي چي دهغوۍ ستونزو او مشکلاتو ته جدي پاملرنه وشي ،که چېرې ددوی له ستونزو غفلت او بې پروايي کيږي نو په حقيقت کي ددې هيواد په برخليک او سرنوشت باندي په لوی لاس لوبي وهل دي .دولت بايد په پراخه کچه په ځوانانو کې دملي احساس او روحيې دپياوړتياپه موخه هلي ځلي وکړي ،هغه مهال چي ځوانان دهېواد پالنې په ګاڼه سمبال شي نو بيابه هېڅکله هم دبل چا دمفکورې او ايډيالوژۍ داغېزلاندي رانه شي ،همدا ډول دولت بايد خاریجې پانګوال وهڅوي تر څو په هيواد کې دپانګي په اچولو سره ځوانانوته دکار دموندلو زمينه برابره شي ،له بلې خوا دولت ته په کاردي چې دمعتادو ځوانانو ددرملنې په موخه دهېواد په بيلا بيلو سيموکې روغتيايي اسانتياوي برابري کړي تر څو په کې ددوی درملنه وشي اوهمدا ډول دولت بايد دتبليغ په کولو سره خلک او اولس دنشو په تاوان وپوهوي ديادوني وړده چې پدې لار کې په دولت سربېره قومي مشران ،روڼ اندي او علمای کرام هم لوی او درون مسِووليت لري ترڅودادهيواد باانرژۍ قشر دهېواد په ابادونه اورغونه کې رغنده اوميوه لرونکي ونډه واخ� �ي. ",افغاني ځوانانو ته ورپيښې ستونزې ( دلکڼوال لیکنه ) 5769,ډاکټر ثواب الدین مخکښ,"   ډاکټر ثواب الدین مخکښ داچې کم پیوټري ویروس څه شی،څنګه او د طبي ویروس سره څه توپیر لري؟  په دې اړه زه څه ویل نه غواړم ځکه دا ډیرې اوږدې لیکنې ته اړتیا لري. بلکه دلته درته له تخنیکې پلوه که چیرې ستا سو په کمپیوټر کې ویروس شتون ولری نو څنګه پوهیدای شۍ چې زما کمپیوټر په ویروس ککړ دی یوڅو اړین ټکي درپه ګوته کوم. د کمپیوټر ویروس یو ډیر زیا نمن شی دی.ځکه ډیر ځله د کمپیوټر کارونکي ته د ویروس دشتون معلوما ت نه کیږي او کله چې کارونکی د ویروس په شتون پوه شي نو وخت له وخته تیروي او ویروس خپل کار کړی وي.داسې ډیرې نښې نښانې شته چې له پلوه یی تا سې په کمپیوټر کې د وی� �وس دشتون شک کولای شی. لاندینۍ نښې نښا نې اړینه نه ده چې خا مخا به دویروس له شتون نه پیدا شوې وي، ځکه داسې نور � �یر عوامل هم شته چې په کمپیوټر کې دا راز نښې نښانې رامنځته کړي. مګر که چیرې تا سو په خپل کمپیوټر کې یوه هم له دغو لاندینیو نښو څخه ومونده نو ښه به دا وي چې دیوه ښه Antivirus پوستکالي(سا فټ ویر) په مټ خپل کمپیوټرScan کړۍ. نوم وړې نښا نې په لاندې ډول دي:   ۱- ستا سو په کمپیوټر کې د لګیدلي ها رډیسک خا لي ځای ورځ په ورځ کمیږي: ددې لپاره ویروس خپل ځانReplicate (دځان په څیر هو به هو د بل ویروس تولیدولو ته وایي.) کړي په کم پیوټر کې د Exe یا Com فا یلونو سره ځان سریښوي.او دا کار نوموړی ویروس څو څو ځله تکراروي ددویروس ددې کار له امله د نوموړو یادو شویو فایلونو میچ(size) ډیر غوټیږي له همدې امله نوموړي فا یلونه په هارډیسک باندې ډیر ځای نیسي. پس که داسې ویروس په خپل وخت ونه نیول شي نودنوموړي ویروس د وار په وارReplication څخه کارونکی په هارډیسک کې دځای دکم ښت سره مخامخ کیږی.که چیری ستا سو په کمپیوټر کې د CAD روستاړي لرونکې پوستکا لې او یا هم د Graphics لپاره کارونکي پوستکالي شتون ولري نو داهم ستاسو د هارډیسک ډیر ځای نیسي.په هر حال ددغې پورتنۍ نښې له ښکاره کیدلو سره په خپل کمپوټر با ندې د Antivirus پوستکالی وچلوۍ. ۲- د هارډسک  Activity LED بې له کوم سببه پړکید� �: ډیرو ښا غلیو او آغلیو په پورتنۍ جمله کې Activity د فعا لیت اوLED د Light Emitting Diode په مانا دی. چې د رڼا ورکونکي تیوب ما نا ترې اخستلی شو. ستا سو د کمپوټر په مخه کې یووړوکی څراغ شتون لری چې د هارډیسک په نښان سره ښودل شوی. اوس نو کله چې تا سو کوم پروګرام یا پوستکا لی کا روی یعنې د پوستکا لي په کارولو بوخت یا ست او یا مو کوم پوستکالی تا زه چا لان کړۍ تر څو کار ترې واخلۍ په دې دواړو وختونوکې د هارډیسک Activity LED با ید وپړکیږي یا نې Flashing با ید وکړي. مګر که چیرې تاسو په پورتنیو داوړو حا لتونوکې قرار نه لری او بیا موهم د هارډیسکActivity LED په وار وار پړکیږي نو ګمان کیږي چې ویروس Replication پیل کړی او دوام لري. په دې حال کې هم دAntivirus دپوستکالي چلول اړین بریښي.     ۳- کمپیوټر ورځ له ورځې پڅ(Slow ) کیږي: که چیرې تا سوفکر کوی چې کمپیوټر مو ورځ په ورځ پڅیږي په دې مانا چې که چیرې ستاسو کمپیوټر مخکې په دودقیقو کې Boot کیدلو او اوس ډیر ځنډ با سي تر څو Boot شي او یا هم که چیرې ستا سو د Ms-Word پوستکالی مخکې په یوه دقیقه کې چا لانیدلو او اوس په ډیر ځنډ چا � �انیږي نو د ویروس د شتون ډیره کره نښه کیدلای شي نو اړینه ده خپل د Antivirus پوستکا لی وچلوی. دا یوه ډیره کره او ټا کنیزه نښه ده چې ډیر دوستا ن له دې ستونزې څخه ماته شکا یت کوي. ۴- بې له کوم سببه د فایلونو خ� �ابیدل او یا هم له منځه تلل: په عاموحالاتوکې نه کوم فا یل له ځا یه خراب وې اونه هم په خپله له منځه ځي ح تی که چیرې په هارډیسک کې Bad Sector هم شتون ولري نو بیا هم دکوم فایل د خرابیدو او یا له منځه تللو شونتیا ډیره کمه ده. ویروس داوړ کارونه ډیر کوي په دې مانا چې کولای شي فا یل په بشپړه توګه له منځه یوسي او یا یي هم تر دې بریده خراب کړي چې د کارولو وړنه وي. که چیرې له تا سوهم له دې راز کارونو سره مخ کیږۍ نو داستاسوپه کمپیوټر کې د خو� �ازیا نمن ویروس د شتون نښه ده. اړینه ده چې دهر څه دمخه خپل Antivirus پوستکا لی وچلوۍ. ۵- ډیر ځله کمپیوټر په ټپه دریږي(Hang): ډیر هغه پوستکا لي چې دBags لرونکي وي کمپیوټر په ټپه دروي همدا راز د Mother Boardا و یا Memory دخرابي له امله هم کمپیوټرپه وار وار په ټپه دریږي او همداراز د ویروس شتون هم کولای شي کمپیوټر په ټپه ودروي. په دې حا لت کې هم خپل د Antivirus پوستکا لی وچلوۍ. ",په کمپیوټر کې د ویروس د شتون نښي نښانې 5770,," د طالبانو ویاند ډاکټر محمد حنیف حنیف  دبېنواخبري څانګي  ته ویلي چي تیره شپه يې په دوو جلا جلا پېښو کښي  د لوګر ولایت  په مربوطاتو کي  د امریکايي او افغان ځواکونو درې موټره تخریب کړي  او دده په وینا پکښي ناست کسان ئې وژلي طا� �ب ویاند وایی : چي  دلوګرولايت دکولنګار په سيمه کي ئې په امريکايي عسکرو بريد وکړی چي دجګړى وروسته ئې  دامريکايي عسکرو دوه موټر ويجاړ کړي او پکښي سپاره امریکایی عسکر ئې وژلي دي ددې تر څنګ طالب ویاند زیاته کړه چي پلویانو يې پرون ماذیګر د همدې ولایت په مرکز کي دداخلي عسکرو دقومندان عنايت موټر په ريموټ کنټرول بم والوزاوه چي له امله يي موټر ويجاړ شواو دقومندان او عسکرو په اړه يي معلومات ندي ترلاسه شوي ",طالبان په لوګرولایت کښي دڅینوبریدونوادعا کوي 5771,," عبدالله پتمن/كابل د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت په فرانسه کې د اسرائيلو سفير رابللى او ورته ويلې يې دې چې په � �بنان کې دې د ملگروملتونو د سوله ساتو ځواکونو په سيمه کې د دوى الوتکې ټيټې نه گرځې. په لبنان کې فرانسوې پوځيان د سوله ساتو ځواکونو يوه برخه ده. د فرانسې د دفاع وزارت ويلې دا گام د يوې پيښې د مخنيوې لپاره ترسره شوى دى، ځکه چې د اسرائيلو الوتکې دومره ټيټې گرځې چې يوازې دوه ثانيې وروسته دوى پر دوى ډزې کولې. د فرانسې د بهرنيو چارو وزير فلپ دوستې بليزې ويلې چې دوى اسرائيلو ته په واضحه توگه وويل چې دا عمل بيا تکرار نه كړي، د نوموړې له انده اسرائيل په دې خبره ښه پوه شوې دي. په فرانسه کې د اسرائيلو سفير ويلې چې دا يو قصدې کار نه وو او له دې څخه دوى غلط پوه شوې دي. په لبنان کې د دوى د الوتکو د گرځېدلو يوازينۍ موخه د معلوماتو راټولول دې. ",فرانسې اسرائيلو ته خبردارى وركړى دى 5772,," عبدالله پتمن/كابلپه دغه هيواد کې د سولې تنظيم په دې اندېښنه کې دى چې د سريلانکا حکومت عام وگړې په نښه کوي. بل پلو د عفوې نړيوال سازمان هم د ولسي وگړو پر نښه کولو باندې خپل ژور خفگان ښودلى دى. د د سريلانکا د حکومت او تاميل پړانگانو تر منځ له څو ورځو راهسې سخته جگړه روانه ده. حکومت پر دې تورن دى چې په هغه کمپ باندې يې بريد کړى، چې په کې دوه زره هغه کسان اوسېږې چې د جگړې له امله  بېځايه شوې دي. حکومت دعوه کړې چې د جفنا په ټاپو کې يې د مخالفينو ۲۲بېړۍ تر اوبو لاندې کړي او دا يې هم منلې چې د دوى دوه بېړۍ هم تر اوبو لاندې شوې دي. او شل تنه پوځيان يې لادرکه دي. حکومت او مخالفين د جگړې د پيل تور پر يو بل باندې اچوي. په زرگونه خلک په دې هڅه کې دي چې د جگړې له سيمې څخه ووزې خو د وتلو لاره نشته ټولې لارې د جگړې له امله بندې دي ",په سريلانکا كي کورنۍ جگړه اوس هم دوام لرې 5773,," عبدالله پتمن/كابل د ارجنټاين يوې محکمې په بيونس ايرس کې د يهوديانو پر يوه مرکز د بمې بريد له امله د اېران د پخواني ولسمشر هاشمي رفسنجاني د نيولو نړيوال حکم ورکړى دى. په بيونس ايرس بريد کې چې په کال ۱۹۹۴ کې ترسره شو� �  شاوخوا۵۰  تنه وژل شوې وو. د ارجنټاين پوليسو ويلې دغه ب� �يد د لبنان حزب الله ډلې د ايران د ولسمشر په حکم ترسره کړى وو. حزب الله ډله پر دې تورنه ده چې مرستې د اېران څخه تر لاسه کوې. اېران ويلې په رفسنجانې دغه تور د صيهونستانو کار دى. د دغې پيښې په اړه تر اوسه هيڅوک هم نه وه نيول شوې او د ارجنټاين حکومت د خلکو له خوا د دې امله تر فشار لاندې وو چې گويا دا حکومت نه غواړې چې د دغه بريد مسولين ونيسې. ",د اېران د پخوانې ولسمشر د نيولو حکم شوى دى 5774,," عبدالله پتمن/كابل د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت په فرانسه کې د اسرائيلو سفير رابللى او ورته ويلې يې دې چې په لبنان کې دې د ملگروملتونو د سوله ساتو ځواکونو په سيمه کې د دوى الوتکې ټيټې نه گرځې. په لبنان کې فرانسوې پوځيان د سوله ساتو ځواکونو يوه برخه ده. د فرانسې د دفاع وزارت ويلې دا گام د يوې پيښې د مخنيوې لپاره ترسره شوى دى، ځکه چې د اسرائيلو الوتکې دومره ټيټې گرځې چې يوازې دوه ثانيې وروسته دوى پر دوى ډزې کولې. د فرانسې د بهرنيو چارو وزير فلپ دوستې بليزې ويلې چې دوى اسرائيلو ته په واضحه توگه وويل چې دا عمل بيا تکرار نه كړي، د نوموړې له انده اسرايل په دې خبره ښه پوه شوې دي. په فرانسه کې د اسرائيلو سفير ويلې چې دا يو قصدې کار نه وو او له دې څخه دوى غلط پوه شوې دي. په لبنان کې د دوى د الوتکو د گرځېدلو يوازينۍ موخه د معلوماتو راټولول دې. ",فرانسې اسرائيلو ته خبردارى وركړ 5775,احمد فؤاد لامع_کابل," زما لېمې کمزورې نه وېچې د اوښکو باران جوړ کړيخو دا ستا تږو خيالو مېپر سپېرۀ ګرېوان، په مينهسرې چينې وبهولې!! ",لېمـــــې 5776,," عبدالله پتمن/كابل په كشمير كي د يوې چاودني له امله پنځه ماشوم انې وژلي شوې دې، په وژلي شوو کې درې خويندې دي. د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې چارواکو ويلې چې دغه چاودنه لاين اف کنټرول ته څرمه ترسره شوې ده. د وژل شوو ماشومانو عمرونه له درې څخه تر پنځو کلونو پورى ښودل شوې دي. ماشومانو لوبې کولې چې بم وچاودېده. د پاکستان د پوځ وياند شوکت سلطان ويلې کېداى شې دا بم د لوبو له سامان څخه جوړ شوى وو. او زياته يې کړه چې له هند سره د ۲۰۰۳ کال د اوربند نه مخکې هندې عسکرو ډېر بمونه چې د لوبو سامان څخه جوړ شوې وو ځاى پر ځاى کړې وو، چې امکان يې شته ځينې يې تر اوسه روغ پاتې وي. ",په کشمير کې چاودني ۵ ماشومان ووژل 5777,," عبدالله پتمن/كابل د مصر ولسمشر حسنى مبارک خبردارى ورکړى که صدام حسين اعدام شې، نو په عراق کې به نوې وينې بهېدل پيل شې. او فرقه ييز تاوتريخوالې به زور واخلي. دا د عربې هيوادونو لومړى مشر دي چې داسې څرگندونې کوي، د نوموړې څرگندونې په مصرې ورڅپاڼو کې خپرې شوې دي. مبارک که څه هم د صدام له مخالفينو څخه وو خو د نوموړې له اعدام سره موافق نه دى. صدام څو ورځې وړاندې د يوې محکمې له خوا په اعدام محکوم شو او د عراق لومړې وزير نورې المالکې ويلې چې صدام حسين ته اورول شوې سزا به د روان كال تر پايه پلې شي. ",حسنې مبارک: صدام حسين دي نه اعدامېږې 5778,," عبدالله پتمن/كابل دا خبره د اسرائيلو لومړې وزير ايهود المرت کړې ده،نوموړې زياته کړه چې دوى په هغه ځاى د بريد موخه درلوده له کوم ځاى څخه چې د چارشنبې په ورځ  پر دوى باندې د راکټ بريد شوى وو. خو د تخنيکې ستونزو له ام له پر هغه ځاى بريد ترسره شو چې ملکې وگړو په کې ژوند کاوه چې له امله يې ډېر شمېر ښځو او ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. المرت چې د اسيوايسيټټ خبرې اژانس سره يې خبرې کولې وويل چې دى د دغې پيښې په اړه زيات خواشينې دي. او زياته يې کړه چې د فلسطين شکمنو جنگياليو پر ضد به د دوى عمليات دوام لرې. اولمرت له محمود عباس څخه غوښتې چې د سولې خب� �ي بيا له سره پيل کړي. ",پر بين حانون بريد د تخنيکې ستونزې له امله رامنځته شو 5779,," عبدالله پتمن/كابل د انګلستان استخباراتې شبکې  MI5ويلې په دغه هيواد کې تر۱۶۰۰ زيات برتانوې مسلمانان د ترهگرۍ په طرحه جوړولو باندې بوخت دي. دا خبره پرون د دغه سازمان مشر ميننگم بټلر پرون په خپلو څرگندونو کې كړې او زياته يې کړه چې له دوى څخه د دېرشو طرحو په اړه م علومات لرې. د نوموړې دا څرگندونې په داسې حال کې ترسره کېږې چې باروت په نوم مسلمان برتانوې څو ورځې وړاندې د ترهگ� �ۍ په تور د عمر په بند محکوم شو. دغه مشر اندېښنه ښکاره کړه چې په دغو طرحو کې ځينې بريالۍ کېداى هم شې. بټلر وويل چې په دوى کې ځيني كسانو ته له پاکستان څخه پروگرام ورکول کېږې او ځينو نورو ته اسامه بن لادن پروگرام و� �کوې. ",د انګلستان ترهګر له پاكستان څخه اداره كېږي 5780,," د هلمند د پوليسو مشر جنرال ملاخېل ادعا کوي چې د هلمند د ګرم سېر په ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال ٧ تنه طالب جنګيالي وژل شوي دي. يو طالب وياند � �اکتر حنيف د ګرم سېر ولسوالۍ د جوګروم په سيمه کې د درې ساعته جګړې پخلۍ کوي او وايي يوازې ٣ تنه طالبان د ناټو په هوايي بريد کې ټپيان شوي. نوموړي ادعا وکړه چې د ناټو ٢ ټانګونه يې له منځه وړي دي. دواړو لورو منلې چې جګړه د پنجشنبې مازيګر شوې ده. ", پوليس: په هلمند کې ٧ تنه طالب وسله وال وژل شوي 5781,," د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د سېلابونو د راتګ له امله د ځايي اوسېدونکو په وينا ٩ تنه مړه او ٩٥ تنه نور ټپيان شوي دي. همداشان په سيمه کې ګڼ شمېر د استوګنې کورونه وران او زيانمن شوي دي. له ځپل شوو سيمو څخه د ننګرهار والي ګل اغا شيرزي ليدنه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې له زيانمن شوو کورنيو سره به مرسته وکړي. ",د سېلاب له امله ٩ تنه مړه اوتر ٩٠زيات ټپيان شوي 5782, ژباړن: سيدحبيب وقار," ليكوال: ناتانيل هاتورن ژباړن: سيدحبيب وقار  د ليكوال ژوند ته لنډه كتنه  ناتانيل هاتورن د( ۱۸۲۴—۱۸۰۴) د امريكا له تكړه كيسه ليكوالو څخه دى، ليكوال خپله وايي چې چې تر ۶۴ كلنۍ پورې د امريكا له وركنومو ادبي كسانو څخه ګڼل كېده، خو پرهمدې كال د (اورنۍ كليمې) كتاب په ليكلو سره يې د بخت ستورى په ځلېدو شو او ډېر وپېژندل شو.  نوموړي پرلپسې كلونه د امريكا په خپرونو كې كله په نوم او كله هم بې نومه كيسې خپرولې. په ځوانۍ كې يې د (سوفيايي بودي) په نوم له يوې نجلۍ سره واده وكړ. د اورنۍ كليمې د كتاب له خپرېدو دوه كاله وروسته يې د بيت المقدس زيارت وكړ او د منځني ختيځ له ځينو نورو ښارونو څخه يې ليدنه وكړه. وروسته تر دې يې اووه كاله د امريكا د كشول خواته په ليو� �پول كې دنده اجرا كړه. په ۱۸۶۰ كال چې په ايتاليا كې اوسېده د (ځنګلونو د مرمرين خداى) په نوم يې كتاب خپور كړ چې شهرت يې ډېر ورسره لوړ شو. پر دې وخت كې چې مړينې ته يې څلور كاله نه ؤ پاتې، پرلپسې اوږدې ناروغۍ او د ام� �يكا د كورنيو جكړو پېښېدل، نوموړى د ژوند په وروستيو كلونو كې له هر ډول ادبي فعاليت څخه پاتې كړ. تر مړينې مخكې يې ټول آثار، ادبي ليكنې، ځانګړي ليكونه، د سفر يادښتونه او نور خپاره شول. د نظر خاوندان هاتورن د امريكا له پوهو او روڼ اندو ليكوالو څخه ګڼي. چې په نثر ليكلو كې استاد دى او په ژورو او فلسفي كيسه ليكلو كې په امريكا كې � �وړ مقام لري، د نوموړي له مشهورو او ښو كيسو څخه (ځانغوښتونكى مېلمه) او د (لويې ډبرې) څېره دي    د مني په يوه تياره او سړه شپه كې، يوه كورنۍ په كوټه كې پر بخارى راټول شوي ؤ، د بخارۍ مېنځ د ناجو له هغو وچو لرګو څخه ډكه شوې وه چې د غره له خوړونو څخه راټول شوي ؤ، هغه لرګي چې د غره له څوكو څخه ښكته رالوېدلي ؤ. د اور شغلو د دودكش خوا ته لار وهله او په خپله كمه روښنايۍ سره يې د كور چاپېريال روښانه ساته، پلار او مور له څېرو څخه خوښ ښكارېدل. ټولو هلكانو خندل پېغله نجلۍ چې له اوولسو كالو څخه ډېره نه وه ټوله شوق، تازګي او ښكلا وه. د ماشومانو نيا آرامه په چوكۍ ناسته وه او د كوم شي په اوبدلو بوخته وه چې څېره يې هم ډېره ارامه ښكارېده. دغې منځنۍ كورنۍ، د نيوانګلېنډ پر دغه ډېره لرې او له نظره لوېدلې سيمه كې خپله ارامي لاسته � �اوړې وه. خپل ارام او كليوال ژوند يې د سپين غره د څوكو په يوه لمن كې پيل كړى ؤ. د كال په ټول بهير كې به ګړنديو بادونو پر دغې سيمې يرغل كاوه. په ځانګړي ډول په ژمي كې چې ډېر بې رحمه سوزونكى به ؤ. مخكې تر دې چې باد د ساكو پر سيمه لاړ شي لومړى به يې پرهمدې كورنۍ يرغل وروړ.  د كورنۍ ارامي به يې تر غوسې لاندې راوسته، سره ددې چې دغه كورنۍ د قطبي بادونو په مخكې وه په ډېره خطرناكه سيمه كې هم جوړه شوې وه په څنګ كې يې يوه لوړ غره څېره د اسمان په لور غوړولې وه داسې ښكارېده، كه كومه تېږه ورڅخه وښويېږي وداني له بېخه وباسي او له ځان سره يې وړي.  پېغلې خپلې كورنۍ ته په همدې شېبه ټوكه ويلې وه او د دوى څېرو ته يې موسكا او خوښي وركړې وه چې ناڅاپه ډېر توند باد پيل � �و، مخكې تر دې چې د درې په لوري لاړ شي، څو دقيقې همدلته تم شو او د كور دړه يې د مرګ په چيغو په لړزه راوسته تر اوسه د ټولو فكر د پېغلې په ټوكه كې ؤ خو اوس د وېرې او اندېښنې پردې د ټولو پر څېرو غوړېدلې وې. چې ناڅآپه د كور په دړه لاس ولګېد، له كوټې بهر يې د يوه تېرېدونكي خبر وركاوه، د تېرېدونكي د پښو اواز د باد ګړندي غږ كور ته د نژدې كېدو په وخت كې ورك كړى ؤ. يوه لحظه وروسته دړه پرانستل شوه اويو نااشنا سړى ښكاره شو.د داسې ناپېژندل شوو كسانو � �اتګ ددې كورنۍ لپاره عجيبه او نوې خبره نه وه ځكه چې دوى د غره په لمن او پر دغې لرې او پخوانۍ سيمه كې اوسېدل، له دې امله چې دغه غرنۍ لاره د مېن شمال او سن لارنس جنوبي خواته د دواړو ايالتونو اصلي لاره وه نو ډېرو مساپرو به پ� �دې لاره مخه كوله او له بهرنۍ نړۍ سره به يې اړيكې ټينګولې. دغه پلي سړي چې پردې توپاني ساړو كې له دې غرنۍ لارې تېرېدو او ډېره اوږده لاره يې وهلې وه، له دې كور  سره ودرېد، څو ځان د بخارۍ په اور لږ ګرم كړي او سره ددې د كور � �ه اوسېدونكو سره څو لحظې خبرې وكړي، مخكې ډېر ځله داسې پېښ شوي ؤ چې مساپرو به په ناچارۍ سره شپه پردې كور كې تېروله اوسهار به چې كله بېرته تلل يو څه لږې پيسې به يې د ډوډۍ د خوړلو له امله دوى ته وركولې. د كورنۍ كسانو به نوي راغلي ته دومره خوښي وركوله چې ددې ليدنې خاطرې به يې تر ډېره وخته په ذهن كې ګرځېدې. اوس هم چې ناپېژندل شوى مېلمه كورته دننه شو، د كور ټول كسان له كوچني څخه تر لوى پورې په پښو ودرېدل تر څو ستړي مساپر ته ښه راغلاست ووايي، داسې ښكارېده لكه نوى مساپر چې له دوى سره كومه پخوانۍ خپلوي لري او وروسته له ډېره وخته له خپلو دوستانو سره يو ځاى شوى وي.  نوى مساپر د ښكلې او دنګې ونې څښتن ځوان ؤ، خو ډېر ستړى، خسته او غمجن ؤ، د څېرې او تندي له كرښو يې په ښه ډول ښكارېده چې پردې توره شپه او نابرابرو شرايطو كې يې ډېره لاره وهلې، خو د كورنۍ د كسانو له ليدلو څخه په زړه كې خوښ شو، دغه خوښي هغه وخت پيل شوه چې دكور زړې ښځې خپله لمن له چوكۍ څخه چاپېره كړه او كوچني ماشوم يې خواته په خوښى ورغئ چې هغه ته دخپل ځاى لارښوونه وكړي. ورپسې د پېغلې نجلۍ زړه وړونكو كتلو نوموړى د خيالونو په سېند لاهو كړ. ناپېژندل شوي وروسته تر دې چې ځان يې څو دقيقې تود كړ، دوى ته مخ كړ او ويې ويل: دغه پاك او ښكلى اور په ريښتيا چې انسان ته دويم ځل درح وربښي، په ځانګړي ډول ما غوندې كسانو ته چې ډېره لاره يې وهلې وي. تاسې پوهېږى چې باد او توپان د لارې په اوږدو كې څه غوغا جوړه كړې وه؟ د كور خاوند چې د مرستې په ډول يې د هغه له شا څخه دروند پنډ كوزاوه، ترې وپوښتل: داسې ښكاري چې تاسې د ورمونت خواته روان ياستئ؟ برلېنګتون ته ځم او هوډ لرم له هغه ځايه هم روان شم. غوښتل مې شپه په (كرافورد) كې سهار كړم، خو په لاره تلل دومره ستونزمن ؤ چې زما حركت � �ېر ورو ؤ. خو زه ددې وروسته والي ډېر افسوس نه كوم ځكه چې ستاسې ورين تندي، مسكې څېرې او د بخارۍ ګرم اور دومره م زېدار دئ چې ډآډه يم په څو دقيقو كې به خپله ټوله ستړيا هېره كړم. ناپېژندل شوي ځوان نوې دغه جمله ويلې وه چې ناڅاپه بهر د باران د برېښنا په ډول وحشتناك غږ واورېدل شو، ورپسې ټول كور ولړزېده. ټولو د څو دقيقو لپاره خپلې ساوې په سينو كې بندې كړې وې اوپه وېرې او ناارامۍ سره يې يو بل ته كتل، خو ډېر زر يې خپله لومړنۍ ارامي بېرته تر لاسه كړه، په ښكاره ډول دغه وېروونكې چيغه د كورنۍ لپاره پخوانۍ وه نوې نه وه د كور څښتن كوښښ كاوه خپګان له ځانه لرې كړي ويې ويل: بيا دغې زاړه غره له مونږ سره ټوكې پيل كړې او زمونږ خواته تيږې واروي. خو زه له هغو كسانو څخه نه يم چې له دې ګواښونو ووېرېږم، او باور لرم چې دغه غر هر څومره له مونږ سره شوخي وكړي بيا هم مونږ ته زيان نشي رسولا� �. د كورنۍ غړو بيا لومړى حالت خپل كړ  او ماښامنۍ چې د خوګ له غوښې څخه تياره شوې وه وخوړه دكورنۍ ښو اخ� �اقو او ښې رويې نور هم دوى ته ورخپل كړ اويو ښكلى چاپېريال يې حوړ كړ.  د دوى مېلمه متكبر او د لوړ فكر خاوند ؤ خو لوړ او شريف روح يې درلود. سره ددې چې د ځان غوښتنې او شهرت غوښتنې خوى دده په هډو كې ګډ شوى ؤ. خو هر وخت د خوارو او بېوزلو خلكو سره ناستې اوولاړې ته تيار ؤ او د وروڼو په ډول به يې له هغوى سره ژوند كاوه. د غرونو په دې غرنۍ كورنۍ كې ناپېژندل شوي مېلمه دنيوانګلېنډ د خلكو د ځانګړو خواصو په شان صميميت، ذكاوت او هوښياري ليده، او د ترانې ويلو شوق چې د نوموړې سيمې د لوړو څوكو دښكلو افسانو څخه سرچينه اخلي ليده، چې خوند يې ورڅخه اخيست. نوم وړى د ډېرو اوږدو لارو وهلو څخه وروسته دې ځاى ته ر سېدلى ؤ، كولاى يې شول په دې اوږده سفر كې د ځان لپار ه ملګرې ول� �ي چې ستړتيا او ناارامي له هغې سره په خبرو اترو كې هېره كړي خو دى د خپل لوړ فكر او كبر له امله يواځېتوب په ترجېع وركړې وه. له بلې خوا دغه كورنۍ چې مهربانه او مېلمه دوسته كورنۍ وه، هر نوي مېلمه ته به يې ښه راغلاست وايه، ارام ژوند، يواځېتوب او له نړۍ څخه دګوښه كېدلو ډېره لېوالتيا يې درلوده، او دا په ښكار ه دوى نه غوښتل چې نور خلك د دوى ارامي په ناارامۍ بدله كړي، خو پر دغې سړه او توپاني شپه كې، وضع بل ډول وه، د دوى له مهربانۍ او مينې څخه � �كو كتلو د نوي مېلمه په زړه كې يو ډول ارامي رامېنځ ته كړې وه، په داسې ډول چې له هيلو ډك زړه يې دغې غرنيو خلكو ته پرانيست او هغه څه چې له ډېره وخته يې په زړه كې درلودل په ژبه راوړل. هغه څه چې دغې ځوان ته له هر څه لوړ ؤ هغه د ځان غوښتنې او له اندازې ډېر د لوړ الوتلو ځانګړتياوې وې. دى چې نړۍ ته راغلى ؤ، زړه يې نه غوښتل داسې په ناپېژندل شوي ډول له نړى څخه سترګې پټې كړي او په اسانۍ سره د ګور په تياره او ساړه چاپېريال كې له خاطرو څخه هېر شي، دغې ارامۍ نه منونكې، ژورې غوښتنې او لويو هيلو نوموړى د شهرت او مقام لاس ته راوړلو په لور ك� �اوه. ددغو هيلو د پوره كولو لپاره يې د لوړ ژوند هيلې درلودې همدا لامل و، چې نوموړي پر خپل ځان يو ځانګړى باور درلود. پر هغو ساعتو او دقيقيو كې چې دغې هيله من ځوان په پلي ډول دغه اوږده لاره وهلې وه دده په خپل فكر نوموړى د يوه نا معلوم برخليك په لوري روان ؤ، نه پوهېده چې كوم بد تقدير ورته په لاره كې مورچل نيولى او څه ډول په خپلو پښو د يوه ځواكمن دام په لوري ګام اخلي. كه د راتلونكي نسل ماشومان پر دغې غرنۍ لارې نظر واچوي دنوم وړي د پښو ځايونه به پكښې ويني چې په پوره باور سره د شهرت او برياليتوب لاسته راوړلو په هيله د خپلې تل ترتله ارامۍ په لور مخته روان ؤ. پرته له دې چې، له لومړۍ ورځې څخه يې څوك وپېژني يا يې ونه پېژني نوم ياد كړي دخپل برباد � �وي برخليك منګولو ته تللى ؤ. مېلمه وروسته تر دې چې د كورنۍ له كسانو سره ماښامنۍ وخوړه او د بخارۍ ګرم اور ته په ارامۍ سره په چوكۍ كښېناست په لوړ او ډآډه غږ سره يې وويل: له ما مو وپوښتل چې څوك يم، له كومه راغلى يم او چېرته ځم؟ حقيقت دادى چې زه خپله هم نه پوهېږم. تر هغه ځايه چې زه پوهيږم كولاى شم ووايم چې زه بې نومه او ناپېژندل شوى كس يم. داسې يو كار چې ديادولو وړ وي تر اوسه مې نه كړى، كه سبا مړ شم هم پر دې نړى به هېڅوك زما له پيدايښت اومړينې څخه نه وي خبر. هېڅوك به پوه نه شي چې يو نامعلوم مساپر پر دغې تياره شپه كې له دغې غرنۍلارې څخه تېر شوى د� �، يو څو ساعته ستاسو په كور كې پاتې شوى او سهار مخكې دسپېدو له راختلو څخه د خپل نامعلوم قصد په لوري تللى دى. چېرته تلو؟ څه ورباندې راغلل؟ په پاى كې خپل بخت كوم لور ته بوت؟ خو له تاسو څه پټه، زه چې تر څو خپلې و� �وستى موخې ته ونه رسېږم له ژوند څخه به لاس ونه مينځم. تر هغې به له خپل برخليك سره مبارزه وكړم تر څو ماتې وركړم او خپلې موخې ته ورسېږم هغه وخت به له هېڅ څيز نه وېرېږم تر دې چې له وېرې به هم نه وېرېږم، ځكه چې ځان به مې ټولو خلكو ته ورپېژندلى وي او يو عزتمن قبر چې هيله مې يې درلوده د ځان له پاره پيداكړى وي.  دلته ناڅاپه چپ شو، څېره يې روښانه شوه له سترګو يې د سويو هيلو شغلې ولاړېدې. پر ټوله كوټه ارامي حاكمه وه، ټولو په وېرې او وارخطايۍ سره و� �ته كتل. د كور ځينو غړو د زړه سوي په ډول ورته كتل لكه چې د دده ټول پټ رازونه ورته څرګند شوي وي، يوازې د ښكلې پېغلې پر څېره د ملنډو مسكا ښكارېده، معلومېده چې د مېلمه خبرې ورته د باور اومنلو وړ نه دي.  ځان غوښتونكي ځوان چې د پېغلې پر څېره كې دغه حالت ليده ورته وويل: زما پر هيلو خاندې؟ فكر كوې چې زما لوړ همت يو احمقانه او بې م عني كار دى؟ فكر دې وكړ چې د شهرت غوښتلو لپاره زما هيلې داسې دي چې خپل ځان د يوه واورين غره پر څوكه د مجسمې په � �ول وچ كړم او بيا د شااوخوا خلك راوغواړم چې د خدايي مجسمې په ډول عبادت زما وكړي؟ ايا زما په اړه دې دا ډول � �ضاوت كړى؟  پېغله چې ډېره شرمېدلې وه وويل: كه زما باور غواړې، اوسمهال تر دې كوټې او تورې بخارۍ هېڅ ښه ځاى ن� �ته، د ا څه ارزښت لري چې پر دې نړۍ مو څوك وپېژني يا مو ونه پېژني؟ ايا همدا اوس مونږ ارام او اسوده نه يو؟ د نجلۍ پلار چې په پوره پاملرنه د دوى خبرو ته غوږ ؤ، نوي ځوان ته يې مخ واړاوه او ويې ويل: زما په نظر ستاسو مطلب طبيعي او عادي دى. زه ستاسو په هيلو كې كوم خارق العاده او عجيب څه نه وينم او كه ريښتيا راباندې وايې، كه زه ستا په ځاى واى همدا ډول هيلې به مې درلودې... بيا يې خپلې لور ته وكتل او زياته يې كړه: عجيبه ده چې ددې ځوان خبرو زما فكر يوې پېښې ته وړاوه، چې هېڅ كله زمونږ په ژوند كې نه ده رامېنځ ته شوې او هېڅ وخت به رامېنځ ته نشي.  ځوان لږ چپ پاتې شو، وروسته يې په ارامه وپوښتل: په مقصد مو پوره نه پوهېږم... كومې پېښې نه دې راغلې يا څه كا� �ونه بايد وروسته پېښ شي چې په مېنځ ته راتلو كې يې وېره ده؟ دكور مشر په داسې ډول چې له څېرې څخه يې دناپايه كړنو بوى راته وويل: فكر كوې چې ما په ژوند كې هيلې نه درلودې چې په (بارلت) (تبهلم) يا پر دې شاوخوا كې د ځمكې څښتن واى، ددې پر ځاى چې نن ورځ پر دې لرې سيمه كې د غره د راښويېدو له وېرې ولړزېږو، هلته به مو په ارامه ژوند كولاى. داچې ما به له ګاونډيانو او شاوخوا خلكو سره  ښه سلوك كاوه د يوه مهم شخصيت په ډول يې پېژندم او د ښاغلي لقب راكړى ؤ يوه يا دوې دورې به يې په لويو غونډو كې د كلي استازى ټآكلم، وروسته چې كله بوډا كېدم او د مړينې وخت مې رانژدې كېدو، ډاډ مې درلود.چې كېداى شي وروسته به خلك د مرمرو لويه ډبره زما په قبر ږدي، زما نوم، سن او كارونه به دڅو � �عرونو سره ورباندې ليكي او داسې يو كار به كوي چې كه وروسته نسل يې ترڅنګه تېرېږي پوه شي چې تر دې خاورو لاندې يو نېك سړى چې ښه نوم يې درلود په ابدي خوب ويده دى. ځوان پر دې وخت كې ناڅاپه د خبرو په مېنځ كې ورولوېد: فكر كوې هر څوك په ژوند كې دا هيله لري چې وروسته له مړينې په ښه نوم ياد شي، او يو ښه عزتمن قبر ورته جوړ كړي. كه قبر له م� �مرو وي اوكه د عادي ډبرو، ارزښت نلري، څه چې مهم دي دادي چې دده خاطرې د تل وياړ سره ملګرې وي... د پېغلې مور چې مړې اوښكې يې تويولې، وويل: نه پوهېږم نن شپه ولې يواځې ددې مطالبو خبرې كوى؟ پخوانو ويلي دي كه چېرې پرته له كوم دليل څخه څوك د مرګ او ناكامۍ خبرې كوي، ددې نښه ده چې بده پېښه به كېږي. زاري كوم دغه موضوع هېره كړى، ماشومانو ته وګورۍ چې پر هغه بله كوټه كې ويدېږي او په خپل مېنځ كې په زړه پورې خبرې كوي...  ټول چپ شول او د څنګ كوټې ته يې غوږ ونيوه، د كوټې دړه نيمه پرانيستې وه، د ماشومانو خندا او خبرې په ښه ډول اورېدل كېدې. داسې ښكارېده چې ماشوم انو د خپلو راتلونكو هيلو خبرې كولې او خپل ماشومانه هوسونه يې يو يو شمېرل. يو ماشوم په لوړ غږ مورته نارې كړې: مورجانې پوهېږې زه همدا اوس څه هيلې لرم؟ هيله مې داده چې اوس زه، تاسو، بابا، ماشومان، او هغه مېلمه ټول دس� �بند د چينې په لوري روان يو او وروسته دسهار مخې ته به بېرته راځو... د ټولو په څېرو لږ او ډېره دملنډو موسكا ښكاره شوه. د دوى په نظر به دا ډېر احمقانه كار وي چې پر دې تياره. توپاني شپه او نابرابرو شرايطو كې، خپله توده كوټه پرېږدي او د شپې په تياره كې په هغه غرنۍ لاره چې د غره په څنډو كې تېره وه د هغې چينې خواته چې د غره په وروستۍ برخه په هواري كې وه، لاړ شي. تر اوسه د ماشوم خبرې د دوى په غوږونو كې وې چې بهر د ګاډي دټايرونو اواز واورېدل شو. د څو كسانو مستو بد اخلاقيو او چيغو د چاپېريال سكوت ماتاوه، او ګړندي شمال سره يې د غره په لوړو څوكو كې و� �كاوه. ګاډى څو دقيقې دكور په څنګ كې ودرېد فكر كېده چې څښتنان يې هوډ لري شپه پر همدې كوركې تېره كړي يا هم خپ� �و تلو ته ادامه وركړي، پېغله چې پردې ساعت كې د وره تر څنګ ناسته وه، خپل پلار ته يې مخ واړاوه ويې ويل: پلاره لكه چې تا ته څوك چيغې وهي... خو پلار يې په ښكار ه ډول وېرېده، يا به نه وېرېده خو نه يې غوښتل چې يوه ډله مست او ناپېژندل شوي مساپر د دوى د كور ارامي له مېنځه يوسي، له همدې امله يې بهر ته د تلو هوډ ونكړ. يو دوه دقيقې وروسته دقمچينو غږ چې اسونه پرې وهل كېدل واورېدل سو او مساپرو چې سندرې يې ويلې خپلې لارې ته ادامه وركړه. كله چې د دوى م ستې چيغې د غره په لمنو كې وركې شوې، كوچنى ماشوم يو ځل بيا د څنګ له كوټې څخه په خبرو راغئ: مورجانې، ولې لاړو نه؟ دغې ګاډى والاؤ به خامخا مونږ د درې تر بېخه سورولو... د ملنډو مسكا بيا د ټولو پر څېرو ښكاره شوه. يواځې ښكلې پېغله وه چې ناڅاپه فكر يوړه، د بخارى ځلېدونكې اورته يې كتل او سوړ اسوېلى يې وايست، داسې ښكارېده چې كومې نوې پېښې يې ذهن ته لاره موندلې وي. دكوچني ورور هيلې يې دومره احمقانه او بې اساسه نه دي. دفكر په عالم كې يې يون كاوه، پام يې نه ؤ چې د ټولو دې ته فكر دى مېلمه مخ ورواړاوه او په مهربانۍ يې ورڅخه وپوښتل د څه فكر كوې؟ دا كومه موضوع ده چې ته يې دومره له ځان سره بوخته كړې ؟ هوښياره نجلۍ ناڅاپه بيداره شوه. يوه دقيقه حيرانه وه وروسته يې په اٰ� �امۍ وويل: هېڅ نه ؤ، د ورور په عجيبه هوس مې فكر كاوه... ځوان په نيمه جدي څېره وويل: نه، زه پوهېږم چې په څه دې فكر كاوه. خداى (ج) ماته دا رابښلي چې پوه شم د خلكو په زړه او روح كې څه تېرېږي. غواړې ووايم چې ستا په فكر كې څه تې� �ېدل؟ كله چې يوه نجلۍ دبخارۍ داور تر څنګ ولړزېږي او سوړ اسوېلى وباسي، معلومېږي چې په زړه كې يې څه ډول توپان ولاړ دى. اجازه راكوې دغه احساس دكلمو په ډول ووايم، غرنۍ ښاپېرۍ په داسې حال كې چې خندل يې او تر وروستۍ اندازې يې هڅه كوله سترګې يې د هغه له سترګو سر ه ونه لګېږي، وويل: د يوې نجلۍ احساسات كه په كلماتو كې راوړل شي بل احساس نشته... په هغې وخت كې هېڅوك هم په سم ډول د دوى دواړو بې كراري ته متوجه نشول. پردې يوه لحظه كې به د دواړو پر زړونو كې دمينې ځلېدونكى اور په ګرڅېدو پيل كړى وي او له ياده وتلې هيلې به يې په زړونو كې بيدارې شوې وي. د عشق د جنتي بوټو تخم يې په زړونو كې وشنل شو. د غرونو پاك زړې نجونې په يوه مينه ناكه خبره زړه باي� �وي.  او دكليو ځوانان په يو ځل مينه ناك كتلو سره ځان وركوي. ددې دوو پاكو زړونو پرمېنځ كې د عشق ناځوانه رشته وغزېده، خو پر همدې وخت كې سخت زړي طبيعت خپله غصه او لېونتوب ډېر كړ، په داسې ډول چې ډېر توند باد بهر داسې غوغا جوړه كړې وه چې ځمكه او اسمان يې لړزاوه، د مېلمه په نظر يې چيغې او شور د خبيثه اروا له ژړا سره و� �ته وه چې د شپې پر دې ناوخته، په دره كې سرګردانه شوى او د سيمې د اوسېدونكو د ازارولو نيت لري، كله به دغه چيغې او ژړاوې ډېرې شوې چې د جنازې وړونكو د ناارامۍ او بې قرارۍ حالت ته به ورته ؤ.  د كور څښتن په نا ارامه څې� �ه، د ناجو د ونو وچ تخم او ښاخونه په منظم ډول بخارۍ ته اچول تر څو د كسانو وېره كمه شي او د كوټې سړه هوا ګرمه كړي. د اور ګرمې او روښانه شغلو په كوټه كې څپې خپرولې او د كسانو الوتلو رنګونو ته يې مالش وركاوه. ټول ارام او بې حركته په كوټه كې دوره ناست ؤ، تر دې چې كوچنيو ماشومانو هم له بلې كوټې څخه خپل مور اوپلار ته راكتل. د ساكو دره چې په ښكاره ډول د وېروونكو بادونو په سيمه مشهوره وه، هېڅكله يې داسې وېروونكى توپان نه ؤ ليدلى. پر هغه شپه باد خپله غصه ډېره كړې وه او يو وحشت يې رامېنځ ته كړى ؤ. د وېرې اغېزو پلار اومور اونور كسان يوه دقيقه هم نه پرېښودل، داسې ؤ چې ټولو د يوې بدې پېښې وړاندوينه كوله. بوډا ښځې، پر همغې وخت كې چې څه يې اوبدل، ددې لپاره چې د كوټې دردونكې چوپتيا ماته كړي وويل: فكر ونكړۍ چې يواځې ځوانان په سركې نظريه او په زړه كې هيلې لري، بوډاګان هم له هيلې، او اميد څخه بې برخې نه دي. تاسو له خپلو راتلونكو هيلو څخه وغږېدى، كله مو هم فكر كړى، چې كېداى شي زما په ډول ښځې هم چې له قبر څخه له يو دوه قدمو څخه ډېره فاصله نلري، په زړه كې هيله ولري؟ ټول ماشومان يو ځل په خندا راغلل او پوښتنې يې پيل كړې: لويې ادې څه هيلې لرې؟ مونږ ته يې ووايه؟ زړې بوډا په غوړېدلې څېره، په داسې � �ول لكه چې غواړي يوه لويه او په زړه پورې كيسه د خپلو دوستانو او ماشومانو لپاره وكړي، په خبرو پيل وكړ. دوى ته يې ښكاره كوله چې څو كاله وړاندې يې له بهترين كتان څخه ځان ته كفن ګنډلى، او دمرګ د ورځې لپاره يې ساتلى. نن ورځ چې له مړينې او د ژوند له هيلو څخه خبره ياده شوه، دده د مجسمې د عبادت كړلو خبره هم ورسره څنګ ته راغله چې د مرګ، كفن او خښولو ياد يې وكړ. وروسته بوډۍ د خپلې خستګۍ او ستړيا سره سره دغې ټكي ته اشاره وكړه چې پخوانو ويلي كه د خښولو په وخت كې په كفن كولو او په تابوت كې اېښودلو سره بې پروايي وشي مړى به د تل لپاره له عذاب سره مخ وي.... ښكلې نجلۍ چې له وېرې لړزېدله، چيغې كړې، بوډۍ ادۍ، بس دي، نور مونږ ته دغه څيزونه مه وايه!  زړې بوډۍ پداسې حال كې چې پر څېره يې يوه وېروونكې موسكا خوره وه، د ملنډو په ډول زياته كړه: اوس مې له تاسو ماشومانو څخه غوښتنه داده چې كله مو زه په تابوت كې كېښودم، زما څنګ ته راشئ او ووينئ چې هر څه بايد د معمول په څېر وي.... ځوان بيا په خبرو راغۍ: عجيبه ده چې ټول كسان (زوړ او ځوان) د كفن، مرګ، او خاورو ته د سپارلو په فكر كې دي. كله هم زه د كښتۍ وانانو په بدمرغه بخت فكر كوم چې د دوى كښتۍ بې رحمه توپان ډوبوي نو د دوى مړينه هم ورسره خامخا ده، دوى د خپل ژوند په اړه څه ډول فكر كوي؟ دغه عاجزان پرته له دې چې څوك يې له هويته خبر شي يا هم پر دې وخت كې څوك ورسره مرسته وكړي د سړو او تيارو اوبو پر مېنځ كې ساوركوي. څو دقيقې يوه نرمه چوپتيا پر مجلس خوره � �وه، خو دغه ترخه چوپتيا ډېره پاته نشوه، ناڅاپه له بهر نه زړه بوږنوونكى اواز واورېرل شو. په داسې ډول چې له ډېر وحشت څخه ټوله ودانۍ په لړزه شوه. فكر كېده چې ډېر زورور اورغورځوونكى غر ښوويېدلى يا لويې زلزلې غرونه سره جنګو� �ي. پر څو پورې چې دغه لړزه او شور په كرارېږي ټولو يو بل ته په وېره وېره كتل، همغه وخت چې ساعت مخكې تګ نه كاوه د � �برو د رغړېدو غږونه دتوند باد سره اورېدل كېدل چې يو ځل بې اختياره د كور د څښتن له خولې چيغې ووتې: اې زما خدايه، غر راولوېد! غر راولوېد! دغه دردناكه فاجعه چې پر دغې كورنۍ راغله په دې عالم كې هېڅوك نه څه ويلاى شي اونه هم تصور كولاى شي. دغه د تورې ورځې قربانيان ټول له كوره بهر ووتل داسې يوه ځآى ته يې چې د دوى په نظر تر ټولو محفوظ او ډآډمن ؤ، پنا يوړه، خو افسوس چې پر خپلو پښو د وژنتون لوري ته لاړل.  باد د لوړ او لرغوني غره د پاى په لوري روان ؤ او هر څه يې ورانول، مخكې تر دې چې ددوى ودانۍ ته ورسېږي هغه نهر چې د غره په ډډه كې روان ؤ په دوو برخو ووېشل شو، د يوه نړوونكي سېلاب په ډول يې سيمې له مېنځه وړلې، په يوه لحظه كې يې ټوله دره ونړوله وروسته هغه لوري ته چې د كورنۍ ټول كسان يو ځاى ولاړ ؤ يون يووړ خو د دوى چيغو او ژړاوو څو لحظې دوام ونكړ. ټول چاپېريال تر خاورو او تيږو لاندې شو او پټنځاى يې په ابدي مزار باندې بدل شو. پر اوسه پورې د باد او توپان غږونه او نښې نه وې وركې چې د كورنۍ د غړو اومېلمه هېڅ اغېزه نه ښكارېده. داسې له مېنځه تللي ؤ چې جسدونه يې هم ونه موندل شول. په سبا ورځ، هر څه ا� �ام او د مرګ په چوپتيا پراته ؤ. د كور له دودكش څخه د دود يوه نرى كړى پورته كېده او په هوا كې وركېده. د بخارۍ په مېنځ كې تر اوسه پورې د ناجو د ونې وروستي وچ لرګي اوتخمونه ورو ورو سوځېدل او ايرې يې پر خړو او ګرمو ايرو باندې � �وېدلې. چوكى د پخوا په شان په كوټه كې اېښې وې ټول څيزونه په عادي ډول ؤ، تا به ويل د كور خاوندان د پخوا په څېر په اوبو يا د ناجو ونو په وچو شاخونو پسې درې ته وتلي دي.  پر دې كوچنۍ كورنۍ كې ټولو خپل يادګارونه پرې اېښي ؤ، تر څو په راتلونكي كې نور كسان دغې ځاى ته راځي د دوى د حالت په خبرېدلو اوښكې تويې كړي نوپر هغه سيمه كې داسې څوك نه ؤ پاته چې دغه دردناكه كيسه يې نه وي اورېدلې... دغه دردونكى سرګذشت له يوې خولې بلې ته او له يوې سينې بلې ته نقل شو او پر لپسې نسلونه ترې خبر شول، په داسې ډول چې اوس هر څوك د ساكو له درې څخه تېرېږي، دغه ماجرا د يوې افسانې په ډول اوري، تر دې چې ليكوالو او شاعرانو هم د دوى پر سرنوشت باندې كيسې، شعرونه، او ترانې ليكلې دي. جالبه داده چې په كور كې دمساپر يواځې پنډ پاتې ؤ او دا يې ښودله چې يو ستړى او ستومانه مساپر له دې ځاي څ خه تېر شوى او له دې كورنۍ سره د دوى په برخليك ګډ شوى. بېچاره ځوان پر خپل فكر د شهرت غوښتلو لپاره په زړه كې څوم� �ه هيلې درلودې. كله چې مړ شو، نه يې چا نوم پېژانده نه څوك پوهېدل چې څوك ؤ، له كومه راغلى ؤ او چېرته تلو؟ داسې يو راز چې هېڅكله ورڅخه پرده پورته نشوه او داسې يوه معما چې تر اوسه د هغه چاپېريال د اوسېدونكو لپاره بې ح� �ه پاتې ده. اوس كه وغواړئ او كه ونه غواړئ دغه پوښتنه رامېنځ ته كېږي چې پر هغه ساعت د مړينې او د نړۍ له ټولو هيلو څخه سترګې پټول چا غوښتل؟  ژباړن: سيدحبيب وقار ۱۳۸۵\\۵\\۵ ارزګان د ترينكوټ ښار د جمعې ورځ ",ځان غوښتونكى مېلمه 5783,ميرويس جلالزى," د امريكا پخواني ولسمشر بل كلنټن په كاناډا هيواد غږ كړى چي په افغانستان كي د طالبانو د ځپلو لپاره دې هيواد ته نوي سرتېري او پوځي تجهيزات واستوي. كلنټن وويل: دوى په افغانستان كي ۲۰ زره او په عراق كي ۱۴۰ زره سرتيري لري خو سره له دې هم په عراق او افغانستان كې د ترهګرو تر فشار لاندي دي، نو كاناډا بايد نوري بېړنۍ مرستي له افغانستان سره ترسره كړي. هغه � �ه امريكايي چارواكو وغوښتل چي د طالبانو اوالقاعدې د پاتي شونو په وړاندي مبارزه كې بايد نور سرتيري هم په دندو وګماري. دا په داسي حال كې ده چې د كاناډا هيواد په دننه كې وروستۍ ټول پوښتني ښيې چې د دې هيواد له نيمايي � �ير وګړې له افغانستان څخه د خپلو سرتيرو د وتلو غوښتونكې دې. ",بل كلنټن: نور سرتېري افغانستان ته واستوئ 5784,"ميرويس جلا� �زى"," افغان ولسمشر حامد كرزي تېره ورځ په كابل كي له يوي نړيوالي راډيويي خپروني سره د مركې پر مهال ويلي چي افغانان په هيځ وجه د ډيورنډ كرښه په رسميت نه پېژني. ښاغلي كرزي همدا راز په خپله مركه كې چي په كابل كي تر سره شوي ويلي: د افغانستان او پاكستان د قبايلي ج� �ګو د جوړېدو د مثبتو پايلو په تمه دى او دا جرګه به د دواړو هيوادو د ثبات او د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره ډې� �ه ګټوره پريوزې. افغان ولسمشر همدا راز ويلي چي ترهګر د افغانستان بچيان وژني، كلينيكونه او ښونځي سوځووي او غواړي د عامو خلكو په منځ كې ځانونه ځاى كړي چي هيڅكله به هم خپل دې هدف ته ونه رسيږي.حامد كرزي د افغانانو او د نړيوالو د لاس وركولو په اړه وويل افغانانو ځكه خپلو نړيوالو ملګرو ته د دوستي لاس وركړي چي هغه عناصر خپلو موخو ته ونه رسېږي چي افغانان ترينه ترخه ياداښتونه لري.   ",حامد كرزى:د ډيورند كرښه په رسميت نه پيژنو 5785,ميروريس جلالزى," دا ټكي د نوموړي هيواد د باندنيو چارو وزير ماسيمو دليمو د جمعي په ورځ وروسته له هغه څرګند كړ چې داسي خبرونه خپاره شوي چې ګواكې ايټاليا د خپلو س� �تيرو د ماموريت پر سر په افغانستان كې له سره غور كوې. ښاغلي ماسيمو وويل دوى د افغانستان د بيارغوني لپاره د يو نړيوال كنفراس د جوړولو په لټه كې دې او هڅه كوي چې د ايټاليا هيواد له خوا هر راز ممكنه مرستي افغانستان ته ورسوي. ايټاليا دم ګړى ۱۷۰۰ سرتيري په افغانستان كې لري چي د نړيوال سوله ساتي ځواك په چوكاټ كې ماموريت پر مخ بيايې.   ",ايټاليا:خپل سرتيرى له افغانستان څخه نه باسو 5786,ميرويس جلالزى," په افغانستان كې دچين سفير ليوجيان پرون دافغانستان له پارلمان سره د يو مليون امريكايي ډالرو په ارزښت د موټرو او پرمختللو امنيتي وسايلو مرسته وكړه .په كابل كې د چين سفير وويل چې په دې مرستو كې ۲۰ عرادې چينايې جيپ موټر ، ۱۰ پيك اپ موټر او  د تلاشۍ پرم ختللي وسايل شامل دي .   ",چين له افغان پارلمان سره مرسته وكړه 5787,ميرويس جلالزى," د ملګرو ملتونو د مخدره توكو او جرمونو په وړاندې د مبارزي د څانګې مشري مېرمن انتونيو ماريو كوستا دا ټكي پرون په ايران كې د نوموړي هيواد له و� �سمشر محمود احمدي نژاد سره د خبرو پر مهال څرګند كړ. مېرمن كوستا وويل چي ايران، پاكستان او افغانستان بايد د مخدره توكو په وړاندي مبارزه كې خپل ټول استخباراتي معلومات سره شريك كړې تر څو دا درې هيوادونه وكړاى شي ترهګر په ماهرانه ډول ونيسې. اېراني چارواكو مېرمن كوستا ته ډاډ وركړ چي اېران د نړۍ د هر بل هيواد څخه په ډېره اندازه هيروين په ۲۰۰۵ ميلادي كال كې نيول وو. اېراني چارواكي وايې ۲۳۱ ټنه هيروين يې په ۲۰۰۵ مي� �ادي كال كې له قاچاقوړونكي نيولي دي. د يادوني وړ ده چې افغانستان د نړي د هيروينو تر ټولو غټ توليدونكى هيواد په ګوته شوى. افغانستان په تېر ميلادي كال كې د ۶۱۰۰ ټنه هيروين په توليد د نړۍ په كچه ريكارډ ټينګ كړ.  ",انتونيو ماريوكوستا: مخدره توكې وحشناك دې 5788,ميرويس جلالزى," د رپوټونو په حواله تېره ورځ د پكتيكا ولايت په مربوطاتو كې د افغان سرتېرو او ناټو ځواكو د عملياتو پر مهال د ۱۸ تنو مخالفينو د وژنې سربېره د ناټو ځواكو ۳ س� �تيري او د افغان پوځ د دريو سرتيرو په ګډون د هغوى يو ژباړونكى هم ژوبل شوى دى. په كابل كې د ناټو ځواكونو مش� �تابه هم دا پېښه ومنله. ",په پكتيكا كې ناټو ځواكو ته زيان ورسېد 5789,"مي� �ويس جلالزى"," رپوټونه وايې د كندز د  يوې  ۱۱ كلنې نجلۍ كورنۍ خپله لور يوه سيمه ييز قوماندان ته د يوه جنګې سپي او يوه اندزه نغدو پيسو په بدل كې وركړې ده. پوليس وايي چي دوى د دې جهادي قوماندان په لټه كې دې كوم چې نجلۍ يې لومړى تښتولې او بيا يې د هغې كورنۍ ته ګواښنه كړې ده. د كندز له هغې سيمې چې دا نجلۍ تښتول شوې نوم يې نه دى اخيستل شوى خو عيني شاهدان چې د كندز ولايت په شمال كي پراته يوه كلي كې ژوند كوې وايې، دا نجلۍ څو ځله د محمد په نامه يوه سيمه ييز جهادي قوماندان له خوا تښټول شوي وه، يو ځل خو داسي پېښه هم شوې وه چي دا ۱۱ كلنه ماشومه د خپلي كورنۍ له خوا د يوه جنګي سپې او نغدو پيسو په بدل كي په قوماندان محمد پلورل شوې وه، خو د نجلۍ مور ګل شاد دا تورونه ردوي. د كندز والي محمد عمر وايي دا كار د افغانستان او اسلام په قانون كې جواز نه لري او هڅه به وكړې چې تښتونكې ونيسي.   ",په كندز كې يوه كوچنۍ نجلي له سپې سره بدله شوه 5790,احمد فؤاد لامع_کابل," د هستۍ په رنګينو کېد رنګونو په باغو کېيو لوی باغ دی چې يې کرکهله هر ښکلي رنګ رازيږي په ښکاره ګلان يې ډېر دييو تر بله غاړې غړيخو تر هرې پاڼې لاندېنفرتونه دي، خوټيږي کله يو رنګ زورور شيپر دا بل وزر کړي پورتهکله ورک شي له دې باغهکله نوي راټوکيږي دا رنګين، ښکلی زرغون باغد دنيا ستره نقشه دهښه په ځير يې ننداره کړهکه نه ژر به بيا بدليږي ",رنګيــن باغ 5791,," احمد جاويد تسلد عراق په پلازم ېنه بغداد کې د دوه بمي چاودنو په ترڅ کې 8 تنه ووژل او شاوخوا 30 تنه نور ټپيان شول. دغه چاودنې د بغداد په يوه له ګڼې ګوڼې په ډک بازار کې رامنځ ته شوه. امنيتي چارواکي وايي دواړه چاودنې چې ګمان کېږي موټر بمونه وي په څه نا څه يوه وخت کې را منځته شوې. وروسته له هغې چې د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسين د محکمې لپاره د ټاکل شوي ګرځ بنديز � �ه منځه لاړ د عراق په بېلا بېلو بازارونو کې موټر بمونه او چاودنې ترسره کېږي.  ويل شوي چې د وژل کسانو شمېره به له دې هم لوړه شي ",د عراق په پلازمېنه بغداد کې د دوه بمي چاودني شوي 5792,," احمد جاويد تسلد اسراييلو د دفاع د وزير مرستيال افرائم صنيه ويلي چې اسراييل ښايي د ايران د اټومې پروګرام پر وړاندې د پوځي بريد ګام پورته کړي. نوموړي دا څرګندونې د اسراييلو د پروشلم پوسټ له ورځ پاڼې سره کړي دي. بله خوا د ايران اسلامي مشر آيت الله خام نه اي ويلي، د امريکا د متحدو ايالتونو د پلاويو او د سنا مجلس په منځ مهالو ټاکنو کې د دموکراټانو برياليتوب اړه تر اوسه د ايران د دولت له خوا کوم رسمي غبرګون نه دى ښودل شوى خو د دغه هېواد لوړ پوړي چارواکي د هغه په  اړه د نظر د څرګندولو لپاره په کار پيل کړى. خامنه اي چې د  دامغان په ښار کې يې خبرې کولې وويل په دغو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو واکمن ګوند ماته، د ايران د ولس لپاره برياليتوب دى او زياته يې کړه چې د امريکا د دولت دښمنانه او جګړه غوښتونکې سياست هر وخت د ايران د دولت پر خلاف وو. همدغه راز د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد هم د امريکا د وروستي ټاکنو پايلې د دغه هېواد د خلکو نا خوښي او د امريکا د دولت څخه په تنګ راتلل  ښودلى دى. نوموړي وويل ډيري خلک د امريکا د دولت له کړنو څخه په تنګ راغلي دي. ", اسراييل ښايي پر ايران د پوځي بريد ګام پورته کړي 5793,," احمد جاويد تسلد عراق د روغتيا وزارت پرون په تېرو څلورو کلونو کې په دغه هېواد کې د وژل شوو کسانو شمېره ١٥٠ زره اعلام کړه. دغه وزارت سني اورپکي او ترهګرې ډلې د دغو قربانيانو مسئول ګڼي. په همدې حال کې د عراق وګړي  بيا دغه اعلام بې بنسته بو� �ي       او د وژل شوو کسانو شمېره دوه برابره ښيې. بله خوا په عراق کې د القاعده شبکې مشر ابو الح مزه ويلي تر څو يې چې د امريکا سپينه ماڼۍ نه وي الوزولي او په اسراييلو کې يې بيت المقدس نه وي فتحه کړى دى به له پښو ونه غورځېږي ",عراق د وژل شوو کسانو شمېره ١٥٠ زره اعلام کړه 5794,," عبدالله پتمن/كابل د وزيرستان په سويل کې پرون د قبايلو يو مشرملک خاجان او اته تنه نور د سړک په غاړه كي د ځاى پر ځاى شوې بم د چاودنې له امله ووژل شول. يوه چارواکې چې خپل د ځان د پېژند گلوي څخه يې له مطبوعاتو سره د خبرو د نه اجازې په خاطر ډډه كول وويل چې په تېرو ورځو کې نوموړې د يوه کمپاين مشرۍ هم کوله چې د شگې سيمې څخه بهرنې وگړې و ايستل شې. دغه چارواکې زياته کړه چې د دغې پېښې تر شا د القاعدې لاس دى چې د ازبک مليشو له خوا يې ملاتړ کېږې. د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې پاکستان د امريکا لپاره يو کليدې رول ترسره کړى. او په خپلو پولو باندې يې شاوخوا ۸۰ زره سرتېرې د افغانستان څخه د را اوښتو ترهگرو د نيولو لپاره ځاى پر ځاى کړې دي. بله خوا پرون د کويټې د پارلمان په ودانې يوه توغندۍ ويشتل شوې ده. د کويټې د پو� �يسو د مشر په وينا دغه توغندۍ له يوه نا معلوم ځاى څخه توغول شوې او د رخصتۍ له امله هيڅ ځانې زيان نه لري. او د ودانۍ يوه برخه يې زيانمنه کړې ده. ",د قبايلو يو سيمه ايز مشر ملك خاجان ووژل شو 5795,," احمد جاويد تسلد امريکا د متحدو ايالتونو پوځ په عراق کې د استراتيژۍ د بدلون لپاره چمتو دي. د امريکا د پوځ لوړ پوړي چارواکي ويلي چې د پوځونو � �وماندانان يې په عراق کې د خپلې استراتيژۍ  د بدلونونو د توصيه کولو لپاره چمتو کېږي. د امريکا د پوځونو د ګډ دفتر رئيس جنرال پيټر پيس ويلي چې قوماندانان په خپل منځ کې د خبرو اترو او د نظر د راکړې ورکړې په اړه په خبرو بوخت دي. له بلې خوا د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر جورج بوش ټاکل شوې ده د دو شنبې په ورځ له هغه پلاوې سره چې په عراق کې د تاوتريخوالي د پاى ته رسولو په موخه د وړانديزونو په برابرولو مصروف دي خبرې وکړي. ",امریکایی پوځ عراق کې د استراتيژۍ بدلون ته تیار دي 5796,," بېنوا ويبپاڼي ته په راغلې خبر پاڼه كي ويل شوي دي چي نن شنبې په كابل كي د افغانستان، ناټو او پاكستان د پوځي چارواكو ترمنځ نولسمه درې اړخيزه غونډه وشوه. په دغه غونډه كي د افغانستان له لوري د دفاع وزارت د عملياتي څ انګي مشر جنرال شيرمحمد كريمي او د پاكستان د پوځ د عملياتو مشر جنرال شجاع پاشا او د ناټو ځواكونو مشر جنرال ډيويډ ريچارډز گډون كړى وو. د دغي غونډي موخه د استخباراتي مالوماتو شريكول، د پولي پر دواړو غاړو باندي د تروريزم په وړاندي په جګړه كي د عقاب د پيل شوو عملياتو چټكول د دغي غونډي موخه وه. خبر پاڼه زياتوي چي د نن ورځي غونډه د تېرو په پرتله بريالۍ او مثبته پايله يې درلوده، خبرپاڼه وايي چي دا لومړى ځل وو چي دري واړو له يو بل سره دقيق استخباراتي مالومات شرك كړي دي. خبر پاڼه زياتوي چي د درې اړخيزه امنيتي كمېسون راتلونكې غونډه به د راتلونكي عيسوي كال د جنوري په مياشت كي د پاكستان په پلازمېنه اسلام آباد كي جوړه شي. ",درې اړخيزه امنيتي كمېسون خپله غونډه وكړه 5797,هدايت الله هدايت," هدايت الله هدايت - استراليا - د ۲۰� �۶کال د نوامبر لسمه د امريکا د قدرت ګدۍ لړزانده سوه! دنړۍ سوله دوسته  خلک او سیاسی تحلیلګران، د نوامبر دمياشتي د تيري سه شنبې د امریکا د کنګرې په مينځ مهاله ټاکنو کې دډيموکراټانو په وړاندي د بوش د جمهوري غوښتونکو د تاريخي ماتي او ددې هيواد د ماجراجويه او جګړه ما� �ه دفاع وزير ډونالډ رمزفيلډ د استعفا  تود هرکلی او پراخ ملاتړ  وکړ . نړۍ والو دغه پېښه د بوش پر مخ باندي د خلګو يوه کارنده څپېړه او د هغه د جمهوري رياست د شپږ کلني  ياغيتوب دورې ته د پای ټکی وګاڼه . د امريکا دکنګرې په دواړه مجلسو کې د ډيموکراټانو بری اوس جورج بوش و دې ته اړ کړی دی چې په خپ� �و کړو کې نوې کتنه وکړي  او د ډيموکراټانو ملاتړ تر لاسه کې . د ډيموکراټانو ګوندي مشرانو لا دپخوا څخه ويلي وه چې هغوی په ډاګه د امريکا په سياست کې او خاصتاً د عراق په اړه د شفافو بدلونو غوښتونکی دی . بوش چې د خپل جګړه غوښتونکی سیاستونو ددوام په خاطر د کنګرې وملاتړ او دهغو لايحو وتصويب ته اړتیا لري   دا  تلاښ کوي چې  دډيموکراټان سره و خبرو ته کښېنيیی او هغه ته غوږ سي . خو دا خبره په دې معنی هم ده  چې اوس اوس  د امريکا د قدرت په ګديو کې نور دقدرت هغه پخوانۍ يکه تازه حالت له مينځه تللی دی .که څه هم   په امريکا کې دداسي ټاکنو پروسه تر داوسه پوري يوازي ددوو ګوندونو ترمينځ د يوې تکراري سناريو  ننداره  وه  کوم چې د عامه  خلکو په وړاندي به ترسره کېدله . يو ګوند به دخلکو درايو په زور د قدرت پرګدۍ کښېناستي، ځان به يې  هومره په فساد او رسوایی کې غرق کړ څو د هېواد دنجات دپاره به د ټولو سترګي و دا بل ګوند ته  � �اواوښتلې . بس همدغه لوبه وه چې کلونه کلونه يې دوام  و مونده او و را تلونکي ته  يې لاره هواروله . په واقعيت کې د « امريکایي موكراسۍ»  بازار همداسي  چلېدی .  خو عام ولس د کلونو په اوږدو کې ددې ټولو لوبو څخه خپل الهام اخيستۍ او خپلي تجربې يې لا نوري هم پياوړي کولې . دغه ننداره څه ناڅه  دا دوسوه کاله کيږ ي په عملي توګه  يو په بل پسې تکراريږي ، يعني درست دهغه وخت نه  يوکال باد چې د امريکا اساسي قانون په کال ۱۷۸۷ کې تصويب سو . په دغه قانون کې ددې سيسټم سکښت داسي  راغلی  دی چې هر دوه کاله باد يو ځل په ګانګرس کې د استازو مجلس د ۴۳۵ چوکيو دپاره او يوه  دريمه د سنا دپاره  ټاکل  کيږي .خو زموږ د پېړۍ ياني ديوېشتمي پېړۍ غوښتنه بيا نن سبا بل شاني رقم خوړلی دی . ددې پيړۍ په شروع کې امريکا، د خپل حريف شوروي اتحاد په ړنګېدو س� �ه  ځان د يواځني پوځي او اقتصادي ځبر ځواک په توګه د نړۍ و صحنې ته  را وايست .نړۍ والو هم دا توقع لرله چې دام ريکا هغه ځبر ځواکي ارزښتونه چې ددې هيواد چارواکو به تل پر هغه باندي فضل فروشي کوله د هغه عملي پايلې او ګټي به  د خپل ژوند په ورځني عرصو کې په خپلو سترګو وويني او د ثمراتونه به يې استفاده وکړي . عادلانه ټولنه  به جوړه سي، ډيموکراسي به اعاده سي، د ولسونو اوهيوادونو وملي حاکميت ، آزادی او روا غوښتونو ته به درناوی وسي . هغوی به په دې وتوانيږي چې د خپلو ملي شتمنيو څخه ګټه واخلي او د ترقۍ او تعالۍ و لوري ته به د ټولني د و� �سونو د ښېرازې په خاطر  ګام پورته کړي .خو خبره دنورو په ترټلو او دځان په غټولو کې را وپېچېدله . دغه کار د جورج بوش په کړو کې ډېر ښه ترها انعکاس پيدا کړ . هغه په عملي توګه و نړۍ والو ته  وښودله چې امريکايی ډيموک� �اسي يعني څه؟ . هغه دا وښودله چې کوم هيوادونه چې نفت لري په څه ډول به ددې ډيموکراسۍ نه بهره منده کيږي او چې نه يې لري څه شاني چلندبه ورسره کيږي؟ په امريکا کې د سږ کال د نوامبر د اوومي نېټې د ټاکنو په کمپاين  کې چې د عراق جګړه او پخپله په کنګره کې دفساد ريښې محوري  مسئله ګرځېدلې وه،  د ټاکنو پايلې  دډيموکراټانو په بري سره پای ته ورسېدلې . دا په واقعيت کې دبوش و جمهوري رياست او د جمهوري غوښتونکو و ګوند ته، د عراق د لانجې په وجه چې دهغوی د ماجراجویی  په سبب يې لويه فاجعه   را مينځته کړه، يوه ستره ناکامي وبلل سوه . همدا� �نګه په دغه مسئله کې  دډيموکراټانو بری، د بوش سياست  او پخپله دهغه د متکبرانه چلند پايله  هم  په ډاګه کړه  چې  نوموړي خپل هر روا او ناروا کړو ته حق ووايه  او هغه  يې بيا دخپلي ظاهري عقيدې پر اساس دخدای امر وباله ! . خو هغه ستونزي چې بوش  د خپل  نابخردانه سياست په نتيجه کې هم و امريکا او هم و ټولي نړۍ ته را وزېږولې هغه نه يوازي  په عراق کې دبحران او فاجعې ابعاد نور هم ژور کړه بلکه په ټوله نړۍ کې يې دامن او امان  داعيه و يوې واقعي ګډوډۍ ته ټېل وهله . د انسانانو په زړو کې يې د امريکا په وړاندي کرکه او نفرت زيات کړ  . نن ليدل کيږي چې په عراق کې  د امريکایی  پوځيانو دجنازو شمېره  هر ورځ د جګېدو په حال کې دي، ملکي بې شماره خلک په ناحقه وژل کيږي . رسمي تازه ارقام د يو نيم لکو بېګناه انسانانو د وژلو خبر ور کوي او غير رسمي ارقام بیا د تلفاتو شمېره شپږ نيم لکه نفر ښيئ . خو ددې اورلمبې لا نور هم سر اخلي، او اوس هم  په سيمه کې د عراق و ګاونډي هيوادو ته ځان غزوي . آخر دا ټول ولي او د څه دپاره ؟دامريکا د مينځ مهاله ټاکنو مخکي، ک� �ه چې به چا  دعراق په اړه دامريکا و رسمي  تبليغاتو  ته کتل نو ډېرو به ښايی داسي ګمان کاوه چې په عراق کې بس خير وخيريت او هر څه ګل و ګلذار دي . په دې هيواد کې داسي هڅي رواني دي چې د يوه ډيموکراټيک عراق دپاره د سولی او ثبات شرايط رامينځته کيږي، د امريکا د داهيانه ! سياست له برکته يوه با ثباته د لويی مينځنی ختيځ طرحه عملي سوېده او د ټروريزم سره د مبارزې سياست په بري سره پر مخ روان او ډېر نور  مثبت اړخونه لا پر لاري دي! اسرائیل هم د خپل بشر دوستانه کارو په خاطر دسولی د نوبل وجايزې ته ځان کانديد کړی دی ! . او دفلسطین داعيه هم د بوش د بشری او مسؤلانه سیاست په نتيجه کې خپل وروستي پړاونه وهي او دانسانانو بې رحمانه ډله ايزه وژنه نور ختمه سوې ده!خونړۍ والو او پخپله عادي سوله دوسته او بشردوسته امريکايانو د سر په ست� �ګو وليدل چې واقعيت داسي نه وو او نه دی .  دامريکا عام ولس د خپل وجدان په حکم اونړۍ والي ټولني د خپل مسؤ� �يت په احساس وليدل چې څه لوبه وانه ده . هغوی دا غوښتنه را پورته کړه چې په امريکا کې دبوش اداره بايد په خپل سياست کې چې په عراق او ډېرو نورو سيمو کې سم دم و دېواله ته درېدلې ده او يوه لويه انساني فاجعه يې را مینځته کړېده بايد نوې کتنه وکړي . په خپله سټراټيژي کې و انسانيت ته ددرناوی او د متمدني نړۍ د اصولو او پرنسيپو پر م بنا بايد بدلون راولي . داځکه چې په عراق کې د هري ورڅي په تېرېدوسره دمړو شمېره زياتيږي ددې هيواد و کو� �نيو لانجو ته په لوی لاس لمن وهل کيږی او د سولي او ثبات د ټينګېدو دپاره هيڅ يو مثبت لير ليد نه ليدل کيږي . ددې ټولو ناخوالو په سپړلو سره اوس په ډاګه دغه واقعيت ته بايد غاړه کښېښودله سي چې پر عراق باندي د ام� �يکا پوځي يرغل د هماغه اوله سره څخه يوه تاريخي تيروتنه او لويه اشتباه وه . اوس ډېر په دې باور دي چې په کنګره کې به  دډيموکراټانو په موجوديت کې،د عراق په اړه د امريکا سټراټيژي جدي بدلون ومومی  او  بوش به ودې ته اړ ایستل سي چې د نړۍ په بحراني او لانجمنو سيمو کې نور د تکبر او فرمان روایی د حالت سره مخه ښه وکړي اود نرمۍ ، سازش او معقوليت لاره غوره کړي! ډيموکراټان اوس داسي انګېري چې و جمهور رئیس بوش ته چې زياتره  و هغه ته د يوه مشهوره کاوبای په سترګه کتل کيږي،لږ شاني د انسانيت سبق  هم  ور زده کړي .د � �يموکراټانو بری او د کنګرې پر دواړو مجلسو باندي دهغوی حاکميت بې له شکه  به د امريکا اجرایی او قانوني نهادونه به يو دبل په مقابل کې ودروي . بوش هغه څه چې په عراق کې کرلي وه اوس يې دادی د امريکا په دننه کې ريبي . اوس اوس کنګره او دبوش دولت دواړه په دو سختو مخالفو جبهو کې يو دبل په مقابل کې ځان دروي . د بوش په دوه پاتي کلونو کې به ښايې ډيموکراټان هغسي چې دخپلو اهدافو ورسېدوته غواړي عملي بڼه ورکړي، و نه رسيږي او بوش به هم و نه وکولای سي د ډېرو مسئلو په اړه خپل سياستونه د پخوا په شاني پر مخ بوزي . يعني هغه څه چې بوش غواړي هغه به کنګره تصويب نکړي  او هغه څه چې بيا کنګره تصويبوي هغه به د بوش لخوا «ويټو» کيږي . خو يو څه چې د امريکا او دنړۍ خلک د ډيموکراټانو څخه خوښ او راضي ساتي هغه د بوش د ياغيتوب مخنينوی دی چې نور به په داسي تکبر سره د نړۍ په وړاندي  بې مسؤليته عمل و نکړي .ددې ټولوبدلونونو سره سره  به بيا هم امريکا په سيمه کې د خپلو ګټو دتأمين دپاره  تلاښ کوي ، دغه ګټي که دهر لاسپوڅي په ځپلو سره او يا د هر بل لاسپوڅي په � �اپورته کولو تماميږي، و امريکا ته به ديوې خاشې اهميت ونلري . اوس دسيمي هيوادونو او د هغوی و مخکښانو ته په کار ده چې هغوی دخپلو ملي ګټو د ساتلو اوپه سيمه کې دسولي او ثبات خيال اوروحيه وساتي اود خپلو هيوادو و ملي ګټو ته درناوی وکړي . چاته دا اجازه ورنکړي دهغوی په ناپايه لاسوهنوسره خپله رېښه پخپله د نورو په م رسته وباسي او هغوی بياد خپل ځان په وسيله يوځل بيا ددې سيمو پر سرنوشت باندي حاکمه کړې . بايد اجازه و� �نکړل سي چې دغه عناصر  وهري خواته ځانونه وغزوي او د ولسونو پر سرنوشت باندي ځانونه حاکم او د هغوی د هر مثبت پرمختګ په وړاندي خنډونه جوړ کړې . ",يوېشتمه پېړۍ اوپه امريکا کې لويه سياسي زلزله 5798,ډاکټر نثار احمد «صمد»," لیکوال : ډاکټر نثار احمد «صمد» د سپتمبر د یوولسمې د حملې پنځمه کاله وسوه  او اصلي پوښتنه داده چې دا حمله چا وکړه ؟ هو ، دا بیله شکه هغه چا وکړه چې ککره یې د انسان خوماغزه یې د شېطان دی . نو دا شیـطـانـي ماغـزه والا انسان (انسانان) څـوک دی  ؟  ولی یـې دا حمـله وکــړه  ؟   هـدف یې څــه و ؟   او څـه نتیجه یـې پـه لاس وروړه  ؟  داپوښتني به یوه یوه وشنو خو ښه به دا وی چې لومړی د قضیې ابتدا یا اساس ته ورسو او دهغه ځایه ګام پر ګام دا پنځه کاله طی کړو.دسپتمبر د یوولسمې حمله په تاریخ کې لومړنۍ حمله ده چې پر امریکا باندی کیږی . موږ همیشه اوریدل چې امریکا پر عراق حمله وکړه یا پر ویټنام یا کوریا  او یا  هم دغه یا هغه هیواد یې ظالمانه حمله وکړه خودا مو هیڅک� �ه نه وه اوریدلې چې پر امریکا حمله وسوه . هو، اوس مو ولیده چې کټ  مټ  پر امریکا هم ظالمانه حمله وسوه.  د سپتمبر د یوولسمې  حمله د امریکا پر بهترینو ښارونو ( نیویارک  او واشنګټن) او بهترینو ودانیو ( نړیواله سوداګریزه ودانۍ او پنټاګون) باندې وسوه چې هیڅ تصور یې هم نسو کیداې  . دغې حملې څه کم درې زره کسه ووژل . او یو ټریلیون ( زر بلیون) ډالره زیان یې پيښ کړ. دغې حملې ثابته کړه چې امریکا د دوهمی نړیوالې جګړې غوندی نور نو یو « ژغورلی جنت » ندی بلکې د ناګاساکی، هیروشیما، سایګون او بغداد غوندی د حملې وړ او آسیب پذیر دی  .  دې حملې و ښودل چې د امریکا اقتصادي نیکمرغی د یوې پړسول سوي بوغۍ په شان په یوه تروریستي حمله سره سورۍ کیداې سی .  طیاره تښتونکو دا هم ثابته کړه چې امریکا باید له خپل تکبر څخه راکښته سی او ایف بی آې یا سی آی اې او نوری اطلاعاتي او استخباراتي څانګی د پای ټکی ندئ .   ټولې نړۍ په سترګو ولیده چې د امریکا د یوه سره تر بل سره ( په ۵۴ ایالتونو کې ) امریکایانو اوښکې توی کړې مګر دا اوښکی د ناامیدۍ، ناتوانۍ، کمزورۍ او شکست اوښکی وې. عیناْ لکه د جاپان، ویټنام، کوریا ، عراق او نورو هیوادو د اوسیدونکو اوښکی چې به ګرایوانه ته بهیدی! دې پيښې ثابته کړه چې که امریکا هر څونه ځان « نه ماتیدونکئ او خورا پیاوړی » بولی مګر بیا هم تر دوی نور غښتلی کسان سته دی . پدې حمله سره د نړۍ یوازینی ستر ځواک ۲۴ ساعته کوم دولتی مشر نه درلود.  ولسمشر، د هغه م� �ستیال او د کانګریس رئیس یا په هوا کې په طیارو کې ګرځیدل او یا هم تر مځکې لاندې پټ وو چې دا اوس د امریکا د تاریخ یو جز  وګرځید خو وروسته چې کله راښکاره سول نو د هغوی ویناوی د ټکان، سپکاو ی، غضب، انتقام او تشدد له د� �ده  ډکې وې، او داسې ترې معلومیده چې هغوی ژر  باید خپل پړسیدلئ زړه پر کوم بیوزله هیواد باندې تش کړی  .هو، د سپتمبر د یوولسمې حملې په زرګونو کسان ووژل  او هرځای د هغوي او خپلوانو لپاره یې ماتم کیدئ. خو ډیرو انسانانو بیا پدې ماتم کاوه چې داپيښه خو وسوه اوس به  د دوی په نوم څو چنده نور بیګناه انسانان وژل کیږی . دا لاڅه د ډیرو هیوادو خلګ هم پدې غمجن وو چې اوس به نو امریکا پر چا خپل د زړه بړاس باسی او څوک به په تیغ وپيی. ددې پيښې ستره ملامتیا د چا ده  ؟ که د مسئلې عمق ته ښه ځیر سو نو امریکایی استخبارات، ملي امنیت، ایف بی آې، او پولیس تر بل هر چا ډیر ملامت دی . ځکه هغوی جمعاْ د کاله ۷۷ بلیونه ډالره بودجه لرل مګر بیا هم دا حمله ور څخه تیره سوه. دا ثابته ده چې د امریکا استخبارات په نړۍ کې تر ټولو ستر ، فعال او متنفذ دي، د هغوي په س� �ګونو زره ګومارلی په امریکا  او دنیا کې ۲۴ ساعته فعال دی مګر بیا هم د هغوی  تر سترګو لاندی دا پيښه وسوه. امریکایی مقاماتو ادعا وکړه چې ۱۹ ځوانانو دا کار وکړ چې څو میاشتې یې پر دغه پلان کار کړی، په لویو ښا� �ونو کې اوسیدل، کاناډا او جرمني ته یې سفرونه کړی، په کلپونو کې نڅیدل او شراب یې څښل، په سپورټي کلپونو کې یې تمرین کاوه، د الوتنی د زده کړی او الوزولو مربوط پوهنځیو کې د منظمو غړو په توګه مصروف وو او داسې نور . خوپوښتنه دا ده چې امریکایی استخباراتو او امنیتي اطلاعاتي جوړښتونونو ددونه ستری بودجې، ماهرو ایجنټانو او عصري وسایلو د لرلو سره سره ولې د نوموړو کسانو پلان او څرک کشف نکړای سو ؟ آيا د امریکا استخبارات او اط� �اعاتي شبکې بې کفایته وو او که طیاره تښتونکی تر هغوي با کفایته وو؟ ولی د سي آی اې، یا ایف بی آی یا ملی امنیت د شورا او یا هم نورو امنیتی څانګو  کوم رئیس د خپلی دغی بـې کفایتۍ په وجه استعفا ونکړه ؟ ولی دولسمشر یا بل کوم لوی امریکایی مقام لخوا دغو ناکامیو ته هیڅ اشاره هم ونسوه  ؟  دا هغه پوښتنی دی چې تر ننه هم ندي ځواب سوي  .خو ددې ټولو بر عکس واشنګټن بیله ځنډه او بیله تدبیره او بیله شواهدو یا اسنادو څخه یو دم د اسامه  بن لادن دروازه وټکوله. دا ځکه چې هغه مخکې لا د امریکا پر ضد جهاد اعلان کړی و، او تردې وړاندې په اف� �یقا کې پر امریکا یی سفارتونو حملې، په یمن کې پر امریکایی جنګي بیړۍ( یو ایس ایس کول ) باندې حمله هم بن لادن ته راجع کیده. امریکایی مقاماتو د سپتمبر د یوولسمې د حملې ګرویږنه پیل نکړه، بیطرفانه پلټني یې ونکړی، اساسي � �سیدګي یې ونکړه، اصلي حقیقت یې ونه پلټئ بلکې ډیر ژر یې د خپرونو او ټلویزیونونو پر انګیرنو د تصدیق ټاپه و� �ګول چې هغوي به ټوله ورځ اسامه بن لادن، القاعده او افغانستان پورته کښته کاوه.یو فرد  یعنی اسامه بن لادن چې د کوچیانو غوندی  بدوي ژوند کاوه او پوره لس کاله په جلاوطنۍ کې اوسیدلئ او په یو داسې هیواد کې اوسیدئ چې د هغه وګړی  خپل ولس هم نسی ګڼلای، پدې هیواد کې یې نه ټیلفون کولاې سو او نه هم سټیلایټ دا ځکه چې هغه هیواد (یعنی افغانستان) د څو کالو راهیسې تر مسلسل استخباراتي سټیلایټ لاندی تعقیب و،  داسې یو هیواد چې نه عصری ټکنالوژي لرل او نه یې هم له بهر سره ډ يپلوماتیکی او مخابراتي سهولتونه لرل، حتې دا چې نړۍ ته یې خپل پیغام په انګریزي ژبه هم نسو رسولاې ځکه د څو کالو راهیسې تر بندیزونو لاندی و. ارتباطي او  مخابراتي سیسټم یې خورا ابتدايي او بانکي سیسټم یې تقریباْ صفر او د بهر سره باالکل غوڅ و. دا څنګه ممکنه ده چې د نړۍ د غریب ترین هیواد څخه د نړۍ پر سرمایه دار ترین هیواد باندې حمله هدایت سوه ؟ یا په بله ژبه څنګه د « زیرو پاور» څخه پر « سوپ� �پاور» باندې حمله وسوه او زړه یې ورسورئ کړ ؟خو ددې ټولو سره سره دا ادعا کیده چې یا ، همدا بن لادن دی چې په افغانستان کې یې د خپل غار یا سمڅی څخه دا ډول اریانونکی او ننداره ییزه ستر عملیات سازمان کړل. خو هغه یو داسې انسان دی چې باالکل د تجرید په حال کې اوسیدلې دی. هغه وطن نلری، حکومت نلری، او پوځ هم نلری بلکې تل د هوا او م ځکی لخوا د نړۍ د پرمختللې طاقت ( امریکا ) تر مسلسل تعقیب لاندی اوسیدلې دی . خو واشنګټن په لوی لاس د هغه څخه یوه بلا او هیولا جوړه کړه. هو، امریکا د ثبوتونو او شواهدو له ښودلو پرته بن لادن متهم اعلان کړ او ځان یې پدې قضیه کې شاهد هم وښود، مدعی هم، او قاضي هم، او فیصله یې هم پخپله صادره کړه ځکه د زور ورو اوبه مخ پر لوړه ځي.   د امریکا خارجه وزیر « کولن پاول» ددې حملې څخه شپږ میاشتی وروسته اعلان وکړ چې امریکا به ژر یو سپین کتاب خپور کړی او په هغه کې به د بن لادن د لاس لرلو ټول شواهد او اسناد خپاره کړی. مګر له بده مرغه دا کار حتی تر ننه هم ندی سوی او نړۍ  نه پوهیږی چې واشنګټن ولی دغه « شواهداو اسناد» نه خپروی حتی د څلورو الوتکو « تور بکسونه » یې هم ونښودل چې هغه د طیاری دننه ټول جریانات ثبتوی او د تودخی آن په ( ۲۰۰۰) درجې د سانتي ګراډ لا هم ژغورنده پاتیږی او له منځه  نه ځي. په هر صورت، سپینه مانۍ باید نړۍ ته د القاعده او بن لادن د لاس لر� �و اسناد ورښکاره کړی. دا کار به په ملیونونو هغه انسانان چې بن لادن یو اتل بولی پدې معتقد کړی  چې یا ، هغه خو دا دئ په رښتیا هم یو وینی څښونکی قاتل دی. بس هماغه خبره ده چې د زور ورو اوبه پر لوړه ځي.ډیر امریکایی او نړیوال انتقادکونکی د سپتمبر د یوولسمې حمله یوه کیسۍ یا مبهمه توطئه ګڼي او دا پوښتنه یې نده حل سوې چې هغه چا وکړه او ولی. مشهور امریکایی څیړونکی او لیکوال «اریک مارګولیس» لیکی چې « موږ آن تر اوسه لا هم ډاډه نه یو چې القاعده دې د سپتمبر د یوولسمې مسؤلین وی .... دغې ادارې   په ۲۰۰۲ کې خپله هغه ژمنه آن تر ننه هم نده عملي کړی څو دا ثابته کړی چې د سپتمبر د یوولسمې مجرم القاعده دی.» مګر ډیر نور نقادان او سیاسي څیړونکی بیا دا حمله د امریکا د بهرنۍ  تګلارې خصوصاْ په اسلامي او عربي هیوادو کې د واشنګټن د تشددی اعمالو غبرګون بولي.م� �هور امریکایی یهود نوام چوامسکی چې د امریکاپر بهرنۍ تګلاره دانتقادنړیوال شهرت لری د ۲۰۰۱ په ډسمبر کې داسې وویل : « دا صحیح ده چې  بن لادن تروریسټ دی ، خو تروریزم یې د شک او شبهې په حال کې دی او قانوناْ ثابت سوی ندی مګر د بوش عملیات خو معلومداره تروریستي او حتی تر بن لادن لا هم شدید دی.» مایکل شیور د سي آی اې یو مجرب افسر چې د ۱۹۹۶ څخه تر ۱۹۹۹ پورې د اسامه بن لادن د شعبې رئیس و داسی لیکی : « واشنګټن د اسلامي تروریزم پر ضد په جنګ کې ځان پخپله یو دښمن ګرځولی دی ... موږ دا جنګ په څرګنده سره بایلو. نن بن لادن، القاعده او د هغوي متحدین یوازینی چاره ناپذیره ملګرئ لری چې هغه په اسلامي نړۍ کې د امریکا خارجه پالیسي ده ... نو ځکه هغوي عکس العمل ښکاره کوی . » خو ددې ټولو سره سره چې نه د بن لادن یا القاعده د لاس لرلو شواهد نړۍ ته ونه ښودل سوه او نه هم دا ثابته سوه چې دا حمله د افغانستان څخه هدایت سوې ده، مګر بیا هم واشنګټن پر افغانستان د لوي پوځي برید اع� �ان وکړ څو چې فقط ۲۷ ورځی وروسته یعني د ۲۰۰۱ د اکتوبر پر اوومه یې افغانستان تر سختی هوايي حملې لاندې راوست او طالبان یې پسله دوو میاشتو جنګ څخه مات کړل او پر ځای یې خپل لاس کښینولی رژیم مسلط کړ چې تر ننه واکمن دی. پدې ح مله کې تقریباْ څلور زره ملکی او بیګناه افغانان شهیدان سول.اریک مارګولیس د ۲۰۰۴ په فبروري کې په ټورنټو سن ورځپاڼه کې ولیکل چې نن معلومه سوه چې د سپتمبر د یوولسمې حمله بن لادن او القاعده نده کړی او نه هم هغه له افغانستان نه هدایت سوې وه. دئ لیکی چې « د جرمني محکمو پدې ورورستیو کې حکم صادر کړی چې د سپتمبر د یوولسمې توطئه په هامبورګ کې طرح سوې وه نه په افغانستان کې، او هغه د القاعده سره کوم نیغ تړاو هم نلری. هو، د القاعده مشرانو خو ۹/۱۱ ترپيښيدو وروسته وستایله، مګر داسې نه ښکاری چې د هغې په پلانونو او تمویل کې دې فعال لاس ولری... خو بیا هم د سپتمبر یوولسمه پر افغانستان د یرغل یوه ښه پلمه سوه چې امریکا ته په لاس ورغله . »  د اسلامي نړۍ خورا مشهور او منلی عالم « علامه  یوسف القرضاوی » د ۲۰۰۳ په ډسمبر کې یو نړیوال کنفرانس ته په ډاګه کړه چې د اسلام سره د امریکا د مخالفت اصلی عوامل دوه دی چې لومړی داسرائيلو څخه په پټو سترګو او بیله قید او شرطه د امریکا ننګه او دوهم د امریکایی تګلار و جوړونکو لخوا د شوروي ترنړیدو وروسته اسلام د خپل حریف  په توګه ښودل دی. ده زیاته کړه چې « د امریکا دغه کړنلاره آن د سپتمبر د یوولسمې څخه ښه ډیر پخوا لا راپیل سوې وه خو د سپتمبر یوولسمه پر اور باندې د پټرول شیندلو معنا لری.»  د پورته ټول بیان څخه ښکاری چې د سپتمبر د یوولسمې حمله کونکئ تر ننه د شواهدو او اسنادو له مخې نه پيژندل سوئ او نه هم ثابت سوئ دئ مګر لویدیځه نړۍ په عام ډول او وا� �نګټن په خاص ډول هغه پر بن لادن تاوانوي. د امریکا د براد فورډ پوهنتون د سولې د ډیپارتمنټ مشهور استاد « پوهاند بیل راجرز» څرګنده کړې چې باید دې حملې ته د منځني ختیځ د بنسټ پالانو سره په ارتباط ورکولو  کې محتاط اوسو. ده زیاته کړه چې « موږ پخوا هم د دغسې حالاتو سره مخامخ سوی یو . د اوکلاهاما په بمبی چاودنه کې لومړی هرچا خپلې سترګی منځني ختیځ ته نیولې وې خو وروسته معلومه سوه چې د هغې اصلي مقصر پخپله  د همدی امریکا بچئ و . » د سعودي  عربستان د دهران چاودنه هم لومړی پر بن لادن تاوانیده خو پسله پنځو کالو معلومه سوه چې هغه د لبنان یو شعه سړی کړې وه ( چې د حزب الله غړی و )جالبه لا دا چې د سپتمبر د یوولسمې د حملې تر پیښيدو وروسته فرانس پریس ته د فلسطین د غزی څخه یو چا د ټيلفون له لاری ددې حملې مسولیت ومنی چې ځان یې  « دفلسطین د آزادۍ د دیموکراتیکی جبهې» مسؤول معرفی کړ، مګر ډیر ژر ددغې جبهې یو لوړ چاری مسؤل ددې ادعا څخه انکار وکړ. چې داسې ده نو دا حمله چا کړیده او ولی او څه ګټه یې ترې حاصله کړه ؟ واشنګټن او د هغه متحدین یې پر بن لادن  تاوانوي، اسلامي نړۍ یې پخپله پر غربیانو تاوانوی او غربي ناقدین او څیړونکی یې پخپله پر امریکایی شبکو یا د اسرائیلو پر جاسوسي شبکې باندې تاوانوی، او هر لور د مقابل طرف حاصلې کړی ګټی تشریح کوی ( چې دلته پدې لیکنه کې ګنجایش نلری) . هر انسان یا ډلې چې د سپتمبر د یوولسمې حمله طرح کړیده ککرۍ یې د انسان خو ماغزه یې سل په سلو کې د شیطان دی ځکه هغه داسی یوه معما پریښودل چې نن پسله پنځو کالو هم ټولې نړۍ پخپل ټول وس او ټولو وسایلو سره هغه نده ثابته کړې چې دا چا وکړه. دغې پيښې ځینی کسان بلیونران کړل او ځينی یې بیا فقیران کړل، ځینی یې واکمنان کړل او ځينی یې بندیوان کړل، ځینی یې ښاغلي کړل خو ځینی یې رټلې کړل، ځینی یې د غارونو څخه قصرونو ته ورسول او ځینی یې د قصرونو څخه غارونو ته ورسول، ځینی یې ظالمان کړل او ځینی یې بیا مظلومان کړل. لنډه دا چې د سپتمبر موموزې حملې په نړۍ کې باالعموم او په افغانستان کې باالخصوص دا مبهمه کړې ده چې څوک تروریسټان دی او څوک جهادیان دی. څوک جاسوسان دی او څوک وطنپ� �ستان دی، څوک جنګسالاران دی او څوک قهرمانان دی، څوک مسلمانان دی او څوک منافقان دی، څوک د مخدره موادو کا� �وباریان دی او څوک سوداګران دی، څوک مجاهدین دی او څو ک بیا فاسدین دی، څوک اشغالګران دی او څوک بیا همکاران یا ساتندویان دی.لنډه دا چې ۹/۱۱ رښتیا او درواغ، خیانت او صداقت حق او ناحق، دوست او دښمن، او بالاخره ملی قهرمان او ملي خاین سره ګډوډ او یو په بل سره واړول. نو ځکه ویلای سو چې ددې پيښې د مرتکبینو ککره د انسان خو م اغزه یې د شیطان دی. هو، امریکا خو ظاهراْ د نوموړی حملې په بدل کې پر افغانستان پوځي حمله وکړه مګر نن پسله پنځو کالو داسې ښکاری چې هلته د پوځي، زیربنایی ، ستراتیژیکی او روحیاتي پلوه د سختو ناکامیو سره مخامخ ده. دا ناکامۍ کومی دی ؟ هغه به ټولې انشا الله په راتلونکې ګڼه کې توضیح کړو. تر هغو پورې والسلام، ( ن   ــ صمد ) يادونه :داليکنه د افغان رسالې په ۸۹ يمه ګڼه کي خپره سوې ده. ",ککرۍد انسان، ماغزه د شيطان ! (ډاکټر ن .ا. «صمد») 5799,ځدراڼ," زمونږ په کلي اوسيږي دا پتمنه جينۍ د پيغلو ميره ده ښايسته ده قدرمنه جينۍ هر مازديګر په ګودرنو کي چووپتياماته وي په شور او شرنګ باندي ور درومي لنجمنه جينۍ د خولی په ژبه باندي کلي پسي اور اچوي د سترګو ژبه کي زارۍ کړي مکرجنه جينۍ ټوله ورځ خپل سينګار کي تيره کړي بل کار نه کوې چي سترګي توري کړي نخري کړي کبرجنه جينۍ قدم چي اخلي را ته ګوری د خندا نه شنه وي  * ځدراڼه  *  مينه کړي که څه کړي ؟ دا شکمنه جينۍ  سويډن دمالمو ښار � �٠٠٦،١١،١٠ ", پتمنه جينۍ 5800, شيرولي سبا," غزل مينه څه دې زړه چاودون دې سوی رنګ غم کی ژوندون دې چی کامياب شی زړه يی صبر  چی ناکام شی بيا مجنون دې يا غږيږی له اسمانه  يا يی خاؤرو کی سکون دې په يوه خندا يو ځای شی  په يوه سهوه بيلتون دې خپل عادت ورته ښه ښکاری بل چی ښه کړي وای جنون دې ښه پوهيږی ښه عاقل دې فلسفه کی افلاطون دې خپل قسمت دې رارسيږی سبا ولی ځيګر خون دې  ",غزل 5801,"ميرولي جان لکڼوال"," سالم رقابت سالمې ګټې   انساني او بشري ژوند روان دی ،کله ستونزې کله سوکالي،کله ګټه کله تاوان ،انسان دخپل پيدايښت له ورځې په دې هڅه کې و او هم دی چې دخپل ژوند دبهبود اوګټې په خاطر هلې ځلې وکړي .په نړۍ کې انسانان په دې هڅه کې دي چې څه ډول بشريت په نوي اختراع او لاس ته راوړنه ونازوي څه ډول اختراع اوايجادات په وجود راوړي تر څو بشري او انساني ژوندته ښيرازي اوسوکالي وروبخښي  همدا ډول هلته ټول تجارتي شرکتونه په دې هلو ځلو کې دي چې يوله بل سره دسالم رقابت په اساس سيالي وکړي اوبالاخره وده او انکشاف رامنځ ته کړي ،هلته بشر دبشردژوندانه په ښوالي پسې دی خودلته زموږ په ټولنه کې هر څه بل ډول روان دي دلته دسالم رقابت ځای غېرې سالم رقابت نيولۍ يو که پل ورانوي نو بل هڅه کوي چې سړک وران کړي ،يوکه مکتب ورانوي نو بل هڅه کوي چې مدرسه ورانه کړي ،يوکه کلينيک ورانوي نو بل هڅه کوي چې تعمير وران کړي ان تردې چې دلته په انسان وژنه کې هم سيالي روانه ده ،سالم رقابت اوسالمه سيالي له شک پرته وده اوترقي په وجود راوړي ،څومره چې دسالمې سيالۍ او رقابت ډګر تود اوګرم وي نو په همغه اندازه دودې اوانکشاف اسپه ګړندۍ روانه وي يا په بل عبارت هلته انسان دژوندله ټولوخوبيواو ښيګړوخبر وي  برخلاف چېرته چې دغېرې سالم � �قابت ټغر خور وي نوهلته انساني ټولنه دفقر،بېکارۍ،احتياجۍ ،او بدمرغۍ سره لاس اوګريوان وي هلته انسانان دژوندله ډېرو ارزښتونو بې خبره وي اوهمدا لامل دی چې وده اوترقي يې ځنډنۍ اوله خنډ سره مخامخ وي ،دبې ځايه رقابت په اساس ډېرجوړاوروغ کارونه ورانيږي خو دسالم رقابت په اساس ډېروران اوناجوړ کارونه دابادی ترپولې رسيدلۍ شي  نو پوښتنه داده چي غېرې سالم رقابت ولې اودڅه له پاره؟تر څوچې موږ دبې ځايه رقابتونو څخه لاس په سر شوي نه و نو دښيرازۍ اوابادۍ تمه لرل پرته له خوب اوخياله بله مانا نه لري .تاسوفکر وکړی چې دې بې ځايه سياليو موږ اوزم وږ هېواد له نړی څومره تر شاه پرېښود،نړۍ وګوره چې له ځمکې پورته په ستورو کې دانسانې ژوند دکولو امکانات لټوي خو موږ دبې ځايه سياليو او رقابتونو لوبه دځمکې په سر ګرمه کړي نړۍ په دې هڅه کې دی چې هسک پوړيزې ودانی جوړي کړي خوم وږ پدې هڅه کې يو چې څه ډول لوړپوړيزې ودانۍ ورانې کړو نړۍ لګياده دانسانانو ترمنځ واټن رالنډوي خو موږ په دې سوچ اوفکر کې يو چې څه ډول دانسانانو ترمنځ فاصلې په وجودراوړو ،نړۍ له اوسپنې دبشريت دژوندانه دارامولو له پاره کا� �اخلي خوموږ اوسپنه دخپل ورور دوژنې له پاره په کار اچولي نه پوهيږم چې ولې موږ دخپل ژوند او نورو په اړه فکر او سوچ نه شوکولای ،کله که فکرهم کوو نو يايو اړخيز وي اوياهم منفي بڼه لري ،ترکومه به دا دبې ځايه رقابتونو ډګر ګرم وي او يابه هم په بې ځايه رقابتونو خپله ټولنه او خپل ګلالی هېواد ورانوو ،دبې ځايه سياليو پايله اونتيجه يوازې او يوازې بدمرغي ده .راځۍ چې دبې ځايه رقابت پرځای دسالم رقابت اوسيالۍ لارغوره کړو ،ځکه چې سالم ر� �ابت اوسيالي دهرډول ودې ،انکشاف او پرمختګ لار پرانيزي ،ښه به داوي چې نور دپرمختګ اوودې دلارې له پلويانو سره يوځای اوملګري شو ،دې خلکو او ټولنې ډېر څه دبې ځايه سياليو قربان کړي راځۍ چې نو رله خپلې انرژۍ څخه دودې او ترقۍ په لارکې کارواخلو پدې خوار او جنګ ځپلي ملت زړه وسوځوو ترکومه به مو پرېکړې اوفيصلي دټوپک په شپيلۍ ولاړي و ي ،کرکه کرکه ،مينه مينه ،جنګ جنګ ،وده وده او بالاخره سالم رقابت روا او مشروع ګټې خوندي کوي هغه مهال چې داولس ګټې خوندي اوساتلي وي نو هلته ټولنه دعدالت او قانونيت له مزياوو خونداخلي ",سالم رقابت سالمې ګټې(دميرولي جان لکڼوال لیکنه) 5802,ډاکټر ثواب الدین مخکښ," د Windows XP انسټا لیشن په وار وار دریږي او یا هم له سره پیلیږي.  ډاکټر ثواب الدین مخکښ ګرانو مینه والو کیدای شي سر لیک � �اګیز نه وي خو بیا هم ډیر ځله کله چې  Window XP ا نسټا لوۍ نو کله داسې هم کیږي چې دا کار مو هیڅ پر مخ نه ځي او کم پیوټر وړ او ناوړه پیغا مونه درکوي. ددي ستونزې د حل د پا ره یو څو رغنده ټکې درپه ګوته کوم هیله ده په درد مو وخوري: ډیر ځله چې تا سې د Windows XP عا مل سیستم نصبوی نوله راز راز پیښو سره مخ کیږی نو که چیرې ستا سو کم پیوټر د لاندې په څیر پیغا مونه درکړل هیله ده دا لاندې د حل لارې یی په پا م کې ونیسۍ.  کمپیوټر مو دا پیغا مونه ورکوي: ۱ـ کله چې د Setup  په دوران کې غواړۍ خپل هارډ دیسک Format  کړی نو دا لاندې پیغام تر ګوتو کوۍ: Setup has performed maintenance on your hard disk. You must restart your computer to continue with Setup. ۲- او یا هم د Setup پر وخت لاندې پیغام تر ګوتو کوۍ: Setup is unable to perform the requested operation on the selected partition. This partition contains temporary Setup files that are required to complete the installation. ۳- د Setup په وخت کې مو کمپیوټر په ټپه دریږي(Hang) او هیڅ ځواب نه درکوې یو څه مهال وروسته یو د تیروتیې پیغام په لاندینۍ بڼه درکوي: An error has been encountered that prevents setup from continuing. One of the components that windows need to continue setup could not be installed. Data error \""cyclic redundancy check\"". ډیر ځله کمپیوټر له سره چا لانیدل (Restart) غواړي اوس نوکله چې تا خپل کمپیوټر له سره چا لان کړو او پورتني پیغا مونه دې تر ګوتو کړل نو Setup له سره پیلیږي او د ا پروسه په همدې ډول تکراریږي او د عامل سیستم نصبول نا شوني شي.  ددې کار دلیل دادی چې یا خو ستا سو هارډیسک ویجاړشوی اویا هم په ویروسونو ککړ او چټل شوی. نو ځکهSetup بیا ،بیا له سره پیلیږي . نو ددې لپا ره Setup کوښښ کوې چې د هارډیسک د ا ستونزه له منڅه یو سې نو راز راز پیغا مونه ورکوي.  د حل لاري چا ري: ددي د پاره چې دا وړ ستونزې مو حل کړې وي له لاندې دریو چا رو کا راخلو: اوله چاره: Setup ته اجا زه ورکړی تر څو د هارډیسک ستونزه حل کړي:  د کمپیوټرله غوښتنې سره سم د کمپیوټر د بیا بیا چا لانیدلو اود Setup د بیا په منډه کولو کار ته په مکرره توګه ادامه ورکړۍ او Setup  ته اجازه ورکړی ترڅو هارډیسک بیا ورغوي. کیدای شي Setup د څو ځله بیا بیا چا لانیدلو وروسته بر یا لۍ او ها رډیسک وروغوي او عا مل سیستم نصب شي او که د دي کار دڅو ځله تکرار څخه و� �وسته هم Setup بر یا لۍ نه شو نو بیا دویمې چا رې ته مخه کړۍ. دویمه چا ره: Recovery Console څخه د chkdsk /r امر (command) په کار واچوۍ: ددې لپاره چې د Recovery Console  څخه د chkdsk /r امر په کار واچوی لاندې ګام په ګام لارښوونې په پام کې ونیسۍ: ټ: خپل کمپیوټر له سره چا لان(Restart)  کړۍ. البته د کمپیوټر په CD-ROM کې مو با ید د عامل سیستم CD پرته وې. کمپیوټر له CD څخه Boot کړۍ. ځ: کله چې د Welcome to Setup پا ڼه یا پرده درته ښکا ره شوه نو په خپل لیکمن کې د R تڼۍ کیمنډۍ تر څو کمپیوټر مو Recovery Console  ته ولاړشي. ږ: په دغه پړاو کې به کمپوټر له تا سو نه د Administrator د پټ نوم(Password)  غوښتنه وکړي ورته ویې لیکه او که Administrator پټ نوم نه درلود نو یواځې د Enter تڼۍ کیمنډۍ. ړ: اوس به درته د Command Prompt توره پرده وازه شي لاندې امر پکښې ولیکې: Chkdsk /r او د Enter تڼۍ کیمنډۍ. ښ: کله چې د Chkdsk د ام ر کار بشپړ شو نو ددی پا یلې به درته ښکا ره شي ویې لولۍ او ددې پروسې د بشپړ تیا لپا ره اړین ګا مونه( چې د ا پر وسه بشپړوي) واخلۍ د نمونې په توګه کمپیوټر به له تا سو څخه وغواړي چې د  chkdsk /f امر په کار واچوۍ تر څو ستونزه حل � �ي. ڼ: او س مو نو کمپیوټر بیا له سره چا لان (Restart) او Setup بیا په منډه کړۍ کیدا ی شي بر یا لي شۍ او که بیا هم بر یا لي نه شوۍ نو دریمې چا رې ته مخه کړې. دریمه چا ره: په دې صورت کې کیدای شې ستا سو ها رډیسک ویجا ړ شوی وي ښه به دا وي چې خپل هارډیسک د کمپیوټر یوه فني کار ګر ته وښا یی او یا هم بل ها ردیسک واخلۍ. په سپیڅلې ک� �یواله مینه   ",د Windows XP انسټا لیشن په وار وار دریږي او یا هم له سره پیلیږي 5803,," د افغانستان د بهرنيو چارو وزير � �اکټر رنګين دادفر سپنتا د ايټاليا د بهرنيو چارو د وزير ماسيمو دي اليما له دې وړانديز څخه ملاتړ وکړ، چې د م� �ستندويه او گاونډيو هېوادونو په ګډون د افغانستان د ستونزو د اواري په موخه بايد يو نړيوال کنفرانس جوړشي. د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير له افغان ولسمشر حامد کرزي او خپل سيال سپنتا سره له کتنې وروسته په کابل کې � �ه خبريالانو سره د ناستې پر مهال د دغه وړانديو يادونه وکړه.که څه هم د کنفرانس د جوړېدو د نيټې او ځاى په هک� �ه نوموړي څه ونه ويل مګر ډاډ يې څرګند کړ چې په دې اړوند به له نړيوالې ټولنې سره خبرې پيل کړي. ايټاليا دا مهال په افغانستان کې ١٨٠٠ سرتېري لري. ",افغان حکومت د ايټاليا له وړانديز څخه ملاتړ وکړ 5804,," احمد جاويد تسلد پکتيا و� �ايت د سيدکرم ولسوالۍ د زاهو په سيمه کې ماښام د يوه ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودېدو له امله دوه تنه ووژل او پينځه تنه نور ټپيان شول. ځايي چارواکو وايي دغه  کسان هغه مهال ووژل اوټپيان شول چې غوښتل يې له هغه سيمې څخه بوټي (لرګي ) را و وهي، چارواکو زياته کړه ګمان کېږي چې دغه ماين د روسانو له وخته دلته پاتې و. ",پکتیا: دماين دچاودني له امله اووه تنه مړه او ټپیان شول 5805,ژباړن: سيد حبيب وقار," ليكوال: اٌ هنري O Henry ژباړن: سيد حبيب وقار  د ليكوال لنډه پېژندنه: ا هنري د ليكوال مستعار نوم دى چې پېژندل شوى دى او اصلي نوم يې (ويليام سيدني) پورتر دى. په ۱۸۶۲ م كال كې د شمالي امريكا د كاروليناى په ګرينز پورو ښار كې وزېږېد. په ځوانۍ كې پنځه كاله په خپل عمومي درملتون كې په كار بوخت ؤ. چې وروسته يې په ۱۸۸۲م كال كې تكزاس ته سفر وكړ او هلته يې د مطبوعاتو په برخه كې كار پيل كړ. دده ادبي آثار په دې كلونو كې ددې ښار په دوو لويو ورځپاڼو Daily Post  او Rolliod stone   كې ليدل كېږي. ا هنري وروسته د تكزاس په( آستين بانګ) كې د تحويلدار په دنده بوخت شو كم وخت نه ؤ تېر شوى چې بانګ اقتصادي ماتې وخوړه او ډېرې پيسې تاوان يې وكړ دا چې خبره ټوله ا هنري ته متوجه وه نو قاضي په اهن� �ي دعوا وكړه. خو اهنري له هغه ځايه وتښتېد څه وخت يې په نيوارليان ښار كې ژوند وكړ او وروسته د مركزي امريكا د هندوراس ښار ته لاړ. د اهنري ملګري او دده پلويان چې دده تذكره يې ليكلې ده نوموړى پر دې پېښه كې بې ګناه بولي. دده محكوميت په غوڅ ډول ردوي. اهنري د خپلې ښځې د ناروغۍ له امله بېرته خپل وطن ته راغلو چې سمدلاسه بنديخانې ته ولوېد اود اوهايو په بنديخانه كې درې كاله بندي ؤ. له بند تر خوشي كېدو وروسته يې پر كيسه ليكلو پيل وكړ، د نيويارك په لوړ تيراژه مجلو كې يې كيسې خپرې شوې چې ټولو خلكو وپېژانده له ۴۸ كلنۍ وروسته د سل دناروغۍ امله ومړ او څه له پاسه ۶۰۰ لنډې كيسې د يادښت په ډول ترې پاتې شوې. د اهنري كيسې له توطيو ډكې او زړه وړونكې دي د كيسې پاى د تصور پر خلاف په ناڅاپي ډول بدلون مومي چې ويونكى يې انتظار نلري. ادبي كره كتونكي، اهنري د لنډې كيسې � �يكلو د هنر يو مخكښ بولي او د نوموړي دې كارته په درنه سترګه ګوري.لنډه کیسه :  يو ډالر او اووه اتيا سنته، ټول همدغه ؤ، او شپېته سنته هم يو سنتي سكې وې، هغه سكې چې له ډېر وخت راهيسې يې يو سنت او دوه سنته له بكال، قصاب، تركاري پلورونكي او نورو سره د چنو وهلو له لارې پيداكړي ؤ، دا هغه سكې وې چې د خرڅوونكو له ډېرو پېغورونو او بدو خبرو سره سره يې لاسته راوړې وې، خو داهر څه يې پر ځان منلي ؤ تر څو د كال تر پايه پورې يوه اندازه پيسې غونډې كړاى شي. يو ځل بيايې په پوره پاملرنه پيسې وګڼلې، سهوه شوې نه وه همغه يو ډالر او اووه اويا سېنته ؤ ډېرې كمې پيسې چې نه يې شواى كولاى كوم ښكلى شى ورباندې واخلي، داسې يو شى چې د يوې ډالۍ ارزښت ولري ځكه چې سبا د كرېسمېس د اختر ورځ وه.  ځوانې ښځې دلا په مات زړه او تښتېتدلي رنګ، سر پورته كړ څه وكړي؟ پرته له دې يې بله لاره نه درلوده. چې په تښتېدلي رنګ او مات زړه ځان وغورځوي، او وژاړي. په رښتيا چې ژوند پرته له اوښكو تويولو او ستونزو څخه بل څه نه دي، چې ډېره كمه خندا او خوښي وركې ليدل كېږي، كه خوښي هم وليدل شي عمر يې سهار له شبنم څ خه ډېر كم دي. دلا په خپل ويجاړ برخليك اوښكې تويولې، كور يې يوه كوچنۍ ودانۍ وه چې د هغه لپاره يې د اوونۍ آته ډالره اجاره وركوله، هر پل چابه چې د دوى كور وليده پوهېده چې دلته يوه غريبه كورنۍ اوسېږي، د كور له اسبابونو او وسايلو يې ښكارېده چې ډېره غريبي ورباندې حاكمه ده. لاندينى كوټه (كوچنى دهليز ) يې هغې ډاګخانې ته ورته ؤ چې هېڅ وخت كوم ليك نه ورته راځي، كور يې داسې يوه ودانۍ وه چې هېڅ وخت يې د دړې زنګ نه ؤ كښېكاږل شوى، د زنګ په څنګ كې كوچنۍ لوحه ښكارېده چې پرې ليكلي ؤ : ( جېمز ديلينګهام – يانګ). كلونه وړاندې ددې كور اوسېدونكي مېړه او ځوانه ښځه ؤ چې كله كله به لمر سلامي ورته كوله، په هغه وخت كې د كور خاوند په اوونۍ كې دېرش ډالره حقوق درلودل چې د غو پيسو تر يوې اندازې پورې د دوى لګښتونه پوره كول، وروسته داسې پېښې رامېنځ ته شوې چې حقوق يې په اوونۍ كې شلو ډالرو ته راښكته شول، له همدې امله د دوى په كورني انډول كې بدلون راغئ، نيستي ورته مخه كړه او خوښي ترې كډه وكړه، ت� �دې چې د دروازې لوحې يې د نېستۍ ګواهي وركوله. سره ددې به د كور خاوند د كور په انګړ كې قدم واهه، او ښځې به يې هم په ډېره خوښۍ ښه راغلاست ورته وايه. او خپل خاوند ته به يې جيم وايه، خپله مات زړه به يې په موسكا او هيلو � �وښاناوه. ښكلې او زړه ماتې ښځې اوښكې تويې كړې، پورته شوه او څو حيران قدمونه يې په كوټه كې واخيستل. خپله بې رنګه څېره يې په عادي پوډر باندې ښايسته كړه وروسته كړكۍ ته لاړه او په ډېر فكر سره يې خپل انګړ ته وكتل چې هلته خړه پيشو د انګړ په ډبرين غولي روانه وه. د سبا فكر يوه دقيقه نه پرېښوده. سبا د كرېسمېس اختر ؤ او دا بايد دخپل مېړه د خوښولو لپاره هغه ته ډالۍ واخلي كه هغه ډېره وړه اوكم ارزښته هم وي، په داسې حال كې چې ټولې غونډې شوې پيسې يې تر يو ډالر او اووه اويا سنتو څخه نه وې ډېرې شوې. ډېرې مياشتې كېدې چې د كور له لګښت څخه يې يو سنت او دوه سنته سپمولي ؤ. چې ټولې همدا پيسې ترې جوړې شوې وې. د اوونۍ شل ډالره حقوق او د ژوند د درانو لګښتونو له امله يې نشواى كولاى تر دې ډېره سپما وكړي. سره ددې يې اوس د كور لګښتونه نور هم لوړ شوي ؤ او اوس وروسته له يو كال تېرېد� �و بايد خپل خاوند ته د اختر ډالۍ وركړي، داسې يوه ډالۍ چې خاوند ته يې ددې د وفادارۍ يو ياددښت وي، دا د ډېرو اونيو راهيسې اختر ته په هيله وه او هره ورځ يې دا فكر كړى ؤ چې جېمز ته څه ډول د اختر ډالۍ واخلي، داسې ډالۍ چې د خاوند � �ياقت يې ولري، په داسې حال كې چې د مياشتو د كړاو حاصل يې له يوه ډالر او اووه اتيا سنتو څخه نه ؤ لوړ شو� �. ناڅاپه د دوو كړكيو تر مېنځ هندارې ته مخامخ ودرېده او ورته كتل يې ، يوه ښكلې او نازكه څېره يې وليده چې دوه ځلېدونكې سترګې په كې ځلېدې او د تورو څڼو دايره يې پرولو پرته وه، څو دقيقې يې هغه ته په فكر وكتل، په دې وخت كې يې لاس ورؤړ او د څڼو بند يې پرانيست، په يوه لحظه كې يې څڼې پر بدن خورې شوې. په دې نېستمنه كورنۍ او ددې كورنۍ كسانو ته يواځې دوه څيزونه ؤ چې خاوندانو يې ډېر غرور پرې كاوه: يو د جيم جيبي طلايي ساعت ؤ چې له پلار څخه ميراث ورته پاتې ؤ او د دوى د كورنۍ كوچنۍ پانګه وه، او بل هم د دلا اوږدې، ښكلې او زړه راښكونكې څڼې وې چې هر ليدونكي به يې بې اختياره ستاينه كوله. دغه زرين تارونه دومره نازك، نرم او ښكلي ؤ چې كه چېرې د سبا پخوانۍ ملكه د خپلې ټولې پانګې او شهرت سره هلته اوسېداى، دلا به هره ورځ ددې لپاره چې د ملكې د زېوراتو د ځلا ارزښت كم كړي خپلې څڼې له كړكۍ څخه بهر ځړولې او د سهار د خواږه نسيم په لاس به يې وركولې. له بلې خوا جېم هم پر خپله پانګه دومره وياړ كاوه چې كه چېرې حضرت سليمان له ټولې بې حسابه پانګې سره دده د كور په خوا كې اوسېداى، هره ورځ به يې د طلا ساعت د هغه سترګو ته وړاندې كاوه تر څو بډاى پاچا له ډېرې كينې او غوسې څخه لېونى كړي. ښايسته ښځه بې حركته د هندارې په مخ كې ولاړه وه او سترګې يې له هغه ځلېدونكي بحر څخه نه ليرې كولې. د څڼو تارونه يې دومره اوږده او مغروره ؤ چې تر ګونډو پورې يې رسېدل چې ددې موزون بدن ته يې يو نرم او خوږ پوښ وركړى ؤ. معلومه نه وه چې دغې حيرانتيا يې څومره وخت ونيو. � �ول ډول خيالونه فكر ته ورتلل او يو وېروونكي توپان يې روح لړزاوه. په پاى كې يو فكر ورته پيداشو، داسې فكر چې د يوې كمزورې روښنايۍ په ډول يې مخ ته وځلېد او د شاوخوا تياره نړۍ يې ورته روښانه كړه. خو ددې فكر وهلو له امله يې له ست� �ګو څخه دوه څاڅكي ګرمې او سوزوونكې اوښكې وبهېدې او د كوټې په واړه فرش تويې شوې. هغه فكر او هغه لنډه نظريه سره ددې چې ډېره ترخه او دردناكه هم وه خو ددې ستونزه يې اواروله او دايې خپلې وړې هيلې ته رسوله. نور نو يې صبر ښه ونه ګاڼه خپل زوړ كوټ يې واغوست او سپخېدلې خولۍ يې په سر كړه. په چټكۍ سره له زينو راښكته شوه او كوڅې ته ننوته. ډېره ګړندۍ وړاندې ولاړه، يوې مغازې ته ورسېده چې پر سر يې ليكلي ؤ: ( مادام سوفروني- د څڼو پلورنځى) په بيړه مغزې ته ننوته، د منځني سن يوه پنډه ښځه هلته ولاړه وه، يو دوه دقيقې يې په حيرانۍ هغې ته وكتل، بيايې په نيولي غږ پوښتنه وكړه: ښاغلې، زما وېښتان اخلې؟ مادام په پوره پاملرنې دغې تورو څڼو ته وكتل، بيايې ځواب وركړ: زما كار د وېښتو پلورل او پېرودل دي خولۍ دې لرې كړه چې ښه يې ووينم. دلا په لړزېدونكي لاس خولۍ لرې كړه. اوږدې څڼې يې پر اوږو خورې شوې د پېرودونكي سترګې له ډېرې خوښۍ څخه وځلېدې. ورنژدې شوه څو ځله يې د هغه وېښتان وړاندې وروسته كړل او ويې ويل: په شل ډالره يې اخلم! دلا په چټكۍ سره وويل: هيله كوم پيسې يې زر راكړئ.  يو دوه ساعته د چټك باد په � �ول تېر شول، دلا وروسته له ډېرو گرځېدو څخه د يوه پلورنځي مخې ته ولاړه وه چې وكولاى شي د خپلې خوښې وړ ډالۍ پكې واخلي. او هغه څه چې له ډېره وخته ورپسې ګرځېده او دخاوند لپاره يې تر دې ښكلې او په زړه پورې ډالۍ نه وه پيداكړې. پر ټولو لويو پلورنځيو ګرځېدلې وه په پاى كې يې پر دې پلورنځي كې پيداكړه دا يو ښكلى او ساده زنځير ؤ چې د يوه پوه استاد په لاس له پلاتين څخه جوړ شوى ؤ. او د خاوند له هغه ساعت سره چې ډېر ورته ګران ؤ ښه جوړېده. دومره نازك او ښكلى ؤ چې دلا پر يو ځل ليدلو پرې مينه شوه او پوه شوه چې تر دې ښه او ښكلې ډالۍ نشي پيداكولاى. د هغه نازكوالى او سادګي يې د خاوند له شخصيت سره جوړېده. له نېكه مرغه چې بيه يې هم ډېره لوړه نه وه، په همغه كچه وه چې دلا درلودې، يوويشت ډالره او اووه اتيا سنته هم ورته پاتې كېدل. كله چې يې تر لاسه كړه او د كور په خوا روانه شوه ټوله لار په دې سوچ كې وه چې بند به يې حتماً د خاوند خوښ شي.  كور ته ننوته او په چتكۍ پورته ولاړه. ډېره خوښه او مسته وه، خو بيا يې هم احتياط له لاسه ورنكړ سوچ يې وكړ چې دابه ښه وي تر څو خپل لنډ وېښتان يو څه ښايسته كړي چې د خاوند تر سترګو يې ډېره غير عادي او بده ښكاره نشي ، اوسپنيز فريې پر اور كيښود كله چې ښه تود شو په ډېر كړاو يې خپل لن� �وېښتان فر وهل ، اوس ښكلي شوي ؤ خو يو څه د ښوونځي د هلكا نو په څېر ښكارېدل . كله يې چې هنداري ته وكتل ورويې تر ژبه لاندې وويل: خداى دې و كړي چې د جېم له راڅخه رانشي كه زما څېره ونه مني هغه وخت به زه څه كوم؟ او كه يې زه م لامته كړم چې ته د( كافي اېلېند) د ټاپو سندر غاړو ته ورته يې، بيا به څه ځواب وركو م؟  بيا هم په فكر كي تللې وه د ملامتۍ اغيزه يې پر څېره ښكارېده. له ځان سره يې ويل نور مې نو څه په وس پوره ؤ؟ په يو ډالر او اووه اتيا سنتو خو هېڅ نشواى اخيستل كېداى  ماښام شو او تيارې هره خوا ونيوه، دلا د خپل پخواني عادت سره سم لومړى قهوه جوړه كړه، وروسته يې كړايي په منقل كېښوده تر څو ماښامنۍ جوړه كړي. هره دقيقه يې انتظار ويست چې دړه پرانيستل شي او جيم راڅرګند شي. څو ځله يې بيا په وارخطايئ خپله څېره په هنداره كې وكتله. او وروسته يې نازك زنځير چې هم ورته خوښه وه او وېرېده راواخيست او ورته كتل يې. پر همدې وخت كې يې د بهر دړې غږ واورېد، جېم د پخوا په ډول په خپل وخت كور ته راغلى ؤ، له دلا سره د واده وروسته په ټول وخت كې يوه ورځ هم ناوخته كورته نه ؤ راغلى. كله يې چې په انګړ كې د پښو غږ واورېدل شو د دلا زړه په لړزېدو پيل وكړ. ښايسته ښځې عادت درلود چې هر وخت او په هر حال له خپل خداى سره راز او نياز وكړي او له هغه څخه په خپلو كارونو كې مرسته وغواړي. په دې وخت كې يې هم مخ پورته ونيواو تر شونډو لاندې يې ويل: (خدايه خپله مهرباني له مانه مه لرې كوه نه چې د جېم له ما څخه بد راشي، له ما سره مرسته وكړه چې بيا هم هغه ته ښكلې ښكاره شم.)  د كوټې دړه پرانيستل شوه او جېم كوټې ته ننوت. د تل په څېر ستړى او ستومان ؤ ډنګرې او فكرمنې څېرې يې ښودله چې ډېر كار كوي. هر څوك په يوځل كتلو پوهېده چې جېم د ډېر عمر نه دى. كېداى شي عمر يې تر دوه ويشتو كلونو نه وي اوښتى يواځې د ژوند ستونزو او كړاوونو سپين ږيرى ورنه جوړ كړى. له سړو څخه په رېږدېدلو � �اسونو يې دړه بنده كړه او يو قدم وړاندې راغئ، خو ناڅاپه يې ټكان وخوړ او پر ځاى ودرېد. سترګې يې پر دلا كې خښې كړې وې كوم څه يې چې ليدل باور يې نه كاوه. آيا هغه يې ريښتيا هم ښځه ده چې څېره يې دا ډول اوښتې ده؟ ورته كتل يې او خبرې يې نكولې، دلا هم په نيولې او وارخطا څېره يې خپل خاوند ته كتل. ځوانې مېرمنې نشواى كولاى په څه پوهه شي، نه په هغه كې د خوښۍ اغېز ښكارېده، او نه هم د كړاو او ناهيلۍ، نه پردې پوهېده چې مېړه يې له دې كار څخه په غوسه دى او نه هم پوهېده چې هغه خوښ دى. دغه ثانيې او دقيقې دومره اوږدې شوې، چې دلا نوره حوصله نه درلوده. مېز يې پورې واهه او هغه ته نژدې ورغله. په لوړ غږ يې وويل: جېم، زما د زړه سره، ولې داسې حيران راته ګورې؟ ولې دومره تعجب كوې؟ كه وايې چې وېښتان مې لنډ كړي دليل لري. غوږ شه ګرانه! سبا د اختر ورځ ده او ما نشواى منلاى چې د اختر په سهار تاته ډالۍ د� �نكړم. ته هم پوهېږې چې مالي حالت مو هم ښه نه دئ. نو ځكه مې خپل وېښتان وپلورل چې وكولاى شم يو څه درته واخلم. اوس هيله لرم زما له لنډو وېښتانو دې بد رانشي، په لږ وخت كې لويئږي، ډېر زر ... زما وېښتان زر لوئيږي... مابله لاره نه درلوده، داچې نن د اختر شپه ده نو ماته اختر را مبارك كړه راځه چې خوښ و اوسو. ته نه پوهېږې چې ما څومره ښكلى شى د� �ته اخيستى؟ ځوان سړي په همغې حيرانۍ ډول ورته كتل او دقيقه په دقيقه د ښځې خپګان ډېرېده. نورڅه نه ؤ پاتې پ� �ته له دې چې دلا په ژړا پيل وكړي. خو جيم سكوت مات كړ او په نيولي غږ چې خپګان او غم پكې ښكارېده وويل : څومره بدله شوې يې... خپل وېښتان دې لنډ كړل او ... دلا يې په خبرو كې ورولوېده: هو ګرانه، لنډمې كړل او ومې پلورل. اوس راته ووايه: ډېره بده ښكارم؟ په دې ډول راسره مينه نه لرې؟  جېم له دې څخه سترګې واړولې او په كوټه كې يې يوه او بله خوا كتل. حيرانې ښځې بيا پوښتنه وكړه: چېرته ګورې؟ په څه پسې ګرځې؟ تاته مې وويل چې هغه مې وپلورل. څېره دې سمه كړه، لږ وخانده، داختر شپه ده په دې شپه له ما سره بد اخلاقي مكوه، ما خپل وېښتان ستا لپاره له لاسه وركړل، هېڅ خبره نه ده بيا هم لويئږي. كه هغه ډېر ښكلي ؤ او ستا ډېر خوښېدل، نو پردې هم پوه شه زه هم ستا سره ډېره مينه لرم او دا كار مې ستا لپاره وكړ. يو قدم نوره هم ورنژدې شوه او په موسكا يې وويل: ډېر ښه، او س دغه موضوع هېره كړه، راځه كښېنه چې ډوډۍ درته تياره كړم... جېم لږ بيدار شو، او پوه شو كه يوه دقيقه نور سكوت وكړي او خبرې ونكړي د مې� �منې له سترګو به يې اوښكې روانې شې. ورنژدې شو او هغه يې په خپله سينه پورې ونيوه. نور هر څه پاى ته رسېدلي ؤ غوسې او پښېمانۍ څه ګټه درلوده؟ طلايي خوب يې په وحشتناكه بيدارۍ سره پاى په ورسېد. هغه ډالۍ چې په ډېره مينه يې د خپلې ګ� �انې مېرمنې لپاره اخيستې وه او په ډېره مينه يې تر دې ځايه راوړې وه، په دې دردېدلي حالت كې څه ګټه درلوده؟ كه جيم د اوونۍ د شلو ډالرو پر ځاى يو لك ډالر اخيستى څه به يې كړي ؤ داسې يو كارؤ چې شوى ؤ اوس كوم منطق كولاى شول پردې وخت كې د دوى ټكان خوړلې اروا او كړېدلې زړو ته آرام وركړي؟ جېم د اختر ډالۍ د خپل زاړه كوټ له جېبه راوويسته او پر بې پروايئ يې د مېز پر سر كېښوده او ويې ويل: ګوره دلا جانې، دغه بې ارزښته ډالۍ ده چې تاته مې اخيستې، خو افسوس كوم چې ستا په درد نه خوري، ويې ګوره او پوه شه چې ولې ستا د لنډو وېښتانو په ليدلو خپه شوم. فكر مكوه چې د وېښتانو په ليدلو سره به زه درسره مينه نلرم داسې نه ده علت يې يواځې دغه دى. دلا په لړزېدلو لاسونو د هغه بند پرانيست او د ننه يې ورته وكتل، له ډېرې مينې يې چيغه كړه خو ناڅاپه چپ شوه، په ښكاره ډول په دردېدلي حقيقت پوه شوه او د اوښكو سوځېدلي څاڅكي يې له سترګو روان شول، د كاغذ د بستې پر مېنځ كې يوه جوړه طلايي رنګه شانې وي، ډېرې نازكې چې د� �ا له ډېره وخته دا هيله لرله چې هغه د خپلو وېښتانو د ښكلا لپاره واخلي، خو دغې هيلي يې هېڅ د عمل جامه نه وه اغوستې. د ( برودي) پلورنځيو په هندارو كې يې ډېر ځله ليدلې وې. داچې ارزښت يې ډېر ؤ نو هېڅ وخت يې دا وړاندوينه نشواى كولاى چې يوه ورځ به يې څښتنه شي. خو اوس د الماسو دغه نازكې شانې ددې پر مخ كې پرتې وې. څو دقيقې يې په ډېرې حي� �انۍ، خپګان او افسوس هغه ته وكتل اوښكې يې تويې كړې، بيايې هغه پورته كړي او په سينه پورې يې ونيوې. كله يې چې د مېړه حيرانې سترګې وليدې، ويې ويل: جيم،ته نه پوهېږې چې زه څومره خوشاله يم، چې دغه ښكلې ډالۍ دې راته اخيستې... ډاډه يم چې وېښتان به مې زر لوى شي او هغه وخت به بيا خپل وېښتان پرې ښايسته كړم. اوس يې هم د مېړه په څېره د غم څېره ولاړه وه. چپ پاتې ؤ او خبرې يې نكولې. هغې تر اوسه هغه ډالۍ چې دلا ورته اخيستې وه نه وه ليدلې ځكه چې دلا تر دې مهاله وخت نه ؤ پيداكړى هغه ورته وښيي. وروسته تر دې چې څو لحظې په خپګان او ناآرامۍ كې تېرې شوې، دلا ورنژدې شوه او په موسكه څېره يې لاس ور وړاندې كړ، پردې وخت كې د ښځې څېره دومره پاكه اومعصومه وه او اروا يې داسې له مينې او محبت څخه ډكه وه، چې اخيستونكي ته كه ډېر بې ارزښته څيز هم واى سترګو ته به يې ډېر ارزښتمن او ځليدونكي ښكارېدل. ويې ويل: وګوره څومره ښايسته زنځير دى! كه پوه شې چې پر څومره پلورنځيو وګرځېدم تر څو چې دغه ښكلى بند مې ستا د ارزښتمنې ګړۍ لپاره پيداكړ! اوس دې ساعت ماته راكړه چې ويې ګورم په هغه كې جوړ دى كه نه؟ جيم ددې پر ځاى چې د ښځې غوښتنه وم ني، له غمه ډكه خندا ورغلې وه، كله يې چې خپله مېرمن د انتظار پر حالت كې وليده، ويې ويل: دلاجانې! دابه ښه وي چې دغه د اختر ډالۍ اوس پر يوه مناسب ځاى كې كېږدو او ويې ساتو، ګوره ګرانې، زه له تاڅخه ډېره مننه كوم چې دغه ښكلى بند دې راته اخيستى. خو حقيقت دادى چې ما خپل ساعت وپلوره تر څو هغه شانې درته واخلم... اوس هېڅ ارزښت نلري دا به ښه وي ډوډۍ راوړې، ځكه چې زه ډېر وږى يم. زمونږ هوښيارانو او پخوانو ښه ويلي: چې د اختر د شپې ډالۍ ډېره د مينې ډكه او ارزښتمنه ده. همغو هوښيارانو او پخوانو چې له هغه وخته دغه دود خپل كړى دى، ډېر په زړه پورې خلك ؤ، همدوى ؤ چې ماشومانو ته به يې ډالۍ راوړلې او د هغوى زړونه به يې د اختر په شپه خوشالول، دوى د اختر ډالۍ دود كړه تر څو هغه كسان چې له يو بل سره مينه او درناوى لري. پر دې پاكو ورځو كې يو بل پرې ياد كړي. دلته مو د دوو پاكو م ينانو كيسه ولوسته چې خپل ډېر ارزښتمن څيزونه يې له لاسه وركړل ترڅو خپل دوست ته ډالۍ وركړي، كېداى شي تر دې دمه د اختر د شپې هېڅ ډآلۍ وركوونكى له دې ډول ستونزمنې شپې سره نه وي مخ شوى ځكه چې ډاليو يې پر زړونو پرته له غم او خپګان څخه بل څه پرې نه ښودل. ددې سره سره يې ډالۍ مناسبې او په زړه پورې وې، داسې ډالۍ چې د ډېرې لوړې وفا څرګندويې وې.  پاى ارزګان د ترينكوټ ښار ۱۳۸۵\\ ۱\\۲۷       ", د اختر ډالۍ 5806,," د طالبانو وياند ډاكټر محمدحنيف بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي تېره شپه يې د تخار ولايت د كوترما په سيمه كي د افغان دولتي ځواكونو دوه موټره په ريموټ كنټرول بم والوزول چي د ډاكټر حنيف په وينا دواړه موټران له سپرليو سره له منځه تللي دي. خو په دې اړه لا افغان دولت تر اوسه خپل رسمي نظر نه دى څرګند كړى. ",طالبان په تخار كي د دولتي سرتيرو د وژني ادعا كوي 5807,," په عراق کې د القاعده ډلې مشر ابو حمزه المهاجر سره � �ه دې چې د امريکا په ولسمشر جورج بوش سختې نيوکې کړي وايي تر څو چې سپينه ماڼۍ ونه چوي ، ارام به نه شي . نوموړې ادعا کړې چې په عراق كي يې ١٢ زره جنګيالي تيار شوي دي. سره له دې چې تر اوسه د نوموړي د څرګندونو په هکله پخلى نه دى شوى، مګر ده ادعا کړې چې په عراق کې يې جنګيالي د پرمختګ په حال کې دي . ",په عراق کې د القاعده ډلې نوى ګواښ 5808,," په كابل كي د ملګرو ملتونو د يوناما دفتر خبر وكړ چي نن � �نبه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پلاوى د افغانستان پلازمېني كابل ته راورسېد. بېنوا ويبپاڼي ته د يوناما دفتر له خوا په راغلې خبرپاڼه كي ليكل شوي چي د امنيت شورا پلاوى افغانستان ته د سولي پيغام راوړى دى. خبرپاڼه زياتوي چي د پلاوي مشرتوب د جاپان سفير كنزو اوشيما په غاړه لري، او نور غړي يې د ارجنټاين، ډنمارك، فرانسې، يونان، قطر، روسيې، انګلستان او د امريكا د متحده ايالاتو استازي دي. ټاكل شوې ده چي پلاوى به د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ له ولسمشر حامدك� �زي، د كابېني له غړو د مدني ټولنو او په افغانستان كي د ملګرو ملتونو له استازيو سره ليدنه وكړي. خبر پاڼه كاږي چي پلاوى به د افغانستان جنوب لوېديځ ته هم سفر وكړي او هلته به له ځايي خ� �كو او ټولنو سره خپل يووالى وښيي. ",كابل ته د امنيت شورا پلاوى راورسېد 5809,ميرويس جلالزى,"   د نوموړي ولايت د پي آر ټي يا و� �ايتي بيا رغوني د ډلي يو ډګرمن شول په وينا دا كسان په كنړ كې د القاعده شبكې د مشر مولوي اخلاص ملګري وو چې تې� �ه شپه د وټه پور په ولسوالي كې په يوه بريد كې وژل شوي دي. د ډګرمن شول په وينا په دې بريد كې ملكي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده رسېدلې.   ",په كنړ كې د القاعدې ۱۰ پلويان وژل شوي دي 5810,," د باميانو ولايت يو شمير استوګن ددغه ولايت د والي حبيبه سرابي د ګوښه کيدو غوښتنه لري او په هغې تور لګوي چې قومي ،ژبني او مذهبي تعصباتو او دښمنيو ته په دغه ولايت کې لمن وهي .نوموړې دا تورونه نه مني او وايي په ورته لمسونو کې د زورواکو لاس دى . نيږدې سل تنه نن کابل کې د ملي شورا ودانۍ ته د احتجاج په توګه راټول شوي وو، او غوښتنه يې درلوده چې ددوى شکايتونه واوريدل شي . له دې وړاندې هم له باميانو څخه ورته رپوټونه ترلاسه شوي دي. ",د باميانو د والي د ګوښه کيدو غوښتنې 5811,ميرويس جلالزى," له نن څخه ۵ كاله مخكې د طالبانو په وړاندې د مقاومت په نامه شمال ټلواله چې په جوړ ښت كې يې د جهاد پخوانيو څو وتلو قوماندانانو شتون درلود، د  امريكايي هوايي او ځمكنيو ځواكونو په مرسته د كابل دروازو ته او وروسته بيا د سهار د ۵ بجو په شاوخوا كې د ارګ ماڼۍ ته ورسېدل. د طالبانو د حكومت ټغر وروسته له هغه له كابل او نورو ولايتونو څخه ټول شو چي د ۲۰۰۱ زېږديز كال د سپټمبر د مياشتي په ۱۱مه د القاعده شبكې له خوا په امريكا كي په نړيوال سوداګريز مركز او د نوموړي هيواد په دفاع وزارت بريد وشو. كه څه هم د كابل څه باندي ۶۰ زره وګړي د ډاكټر نجيب الله د حكومت له ړنګېدو وروسته او واك ته د مجاهدينو له رسېدو سره سم ووژل شول خو بيا هم همدا جهادي ډلي په بله بڼه پلازمينې ته ورسېدې. دم ګړى هم دا ډلي د كابل د حكومت ډېر واك په لاس كي لري خو بيا هم د كابل او ځينو نورو ولايتونو ګڼ ښاريان ترېنه ګيله من او ترخې خاطري لري. خو پنځه كاله وروسته د همدې جهادي ډلو يوه مشر برهان الدين رباني تېره اونۍ په تركيه كي له يوې تركۍ ورځپاڼي سره د خبرو پر وخت وويل چي دوى به له خپل پخوانيو حريفانو (طالبانو) سره ونه جنګېږي، كه څه هم د � �باني په وينا هغوى د هيواد پلازمېني كابل ته ورسېږي. پاته دي نه وي چي د رباني د حكومت ټغر طالبانو په ۱۹۹۶ كال كي له افغانستان څخه ټول كړ، او د طالبانو د واكمنۍ تر پايه دواړه ډلي سره جنګېدلې، چي په ترڅ كي يې په ز� �ګونو ځوانان له دواړو خواوو څخه وژل شوي وو.  ",شمال ټلواله ۵ كاله مخكې په همدې ورځ كابل ته ننوته 5812,ميرويس جلالزى,"   د بريټانيا په ګڼو ښارونو كې  د كمپيوټري چارو ماهرينو اوس داسي نوي  سيډي ګاني بازار ته د پلورلو لپاره وړاندي كړي چي پكې ډول � �ول ويډيويي ګيمونه ځاي پر ځاي دي. د دي ګيمونو په ډله كې يې يو هم  هغه ويډيو ګيم لوبه ده چې يو پياوړي سړى پكې د بريټانوي عسكرو په وړاندي جنګيږې. دا سړي ځكه چې په دي لوبه كې ډير پياوړي او وژونكې بريښي اوس د ب� �يټانوي ماشومانو او ځلميو تر منځ د افغان طالب په نامه نومول شوي . بريټانوي ځلميان او ماشومان وايې دا كس يې ځكه د طالب  په  نامه نومولې چې  په كمپيوټري جګړه كې ډير په اساني له مينځه نځې  او خورا وژونكى ده . د يادونې وړ ده چې د امريكا د هاليوډ سينما په تاريخ كې  د لومړې ځل لپاره داسي يو فلم څه موده وړاندي ننداري ته وړاندي شو چي  پري د هاليوډ د هر بل فلم په پرتله ډير لګښت شوي وو. د دي فلم هيرو ارنولډ شوسنيګر وو چې  په فلم كې د ټرميناټور په نامه نومول شوي وو ځكه ډير پياوړي او وژونكي وو.       ",بريټانوي ماشومانو طالبان د ټرميناتور په نامه و پيژندل 5813,," د ملي اردو يو پوځي چارواکي جنرال مراد علي ادعا کړې ده، چې د ناټو او افغان ځواکونو د ګډو عملياتو په ترڅ کې پرون د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې � �٠ تنه طالب جنګيالي وژل شوي او ٧ تنه نور ژوندي نيول شوي دي. نوموړې منلې چې د عملياتو پرمهال د ناټو ٣ تنه اود ملي اردو ٥ تنه عسکر هم ټپيان شوي دي. د نوموړي په وينا د وژل شوو کسانو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاته او له جګړه مارو څخه يوه اندازه وسله هم ترلاسه شوې ده. ",چارواکي: په پکتيکا کې ٢٠ تنه طالب جنګيالي وژل شوي 5814,ميرويس جلالزى,"     رپوټونه د پاكستان له ځينو استخباراتي سرچينو څخه چي نه غواړي نوم يې خپور شي وايي په دې كسانو كي يو تن د خيبر ايجنسۍ اوسېدونكى سخي خان دى چي دم ګړى د افغانستان د ملي امنيت د ډايريكټر پر څوكۍ كار كوي. همدارنګه د سرچينو په وينا د حميد خان په نامه يو بل پاكستانى � �بايلي سړى په كابل كي د جاپان په سفارت كي د استخباراتو د څانګي د مسئول په توګه كار كوي، چې د نوموړي كور د خيبر ايجينسۍ د جمرود  سيمي د شيرخان خيلو د قوم په كوكي خيل افريدي كلي كي د� �. استخبارتي سرچينو دا هم وويل چي حميد خان د ببرك كارمل او ډاكټر نجيب الله د حكومتونو پرمهال افغانستان كې له مجاهدينو سره په جهاد كې ونډه واخيسته خو كله چي د كابل حكومت د جهادي تنظيمونو له خوا ړنګ شو نوموړى بيرته د پاكستان خيبر ايجينسۍ ته ولاړ . ويل كېږي چي د پاكستاني چارواكو په وينا دم ګړى په سلګونو تنه قبايلي هلكان او د بلوچستان اوسېدونكي د كابل په خوشحال خان ليسه كي زدكړي كوي چي له هغه ځايه څخه د افغان ملي پوځ له ليكو  سره يو ځاى كېږي. سرچينې دا هم په پاى كي وويل چي حميد خان يو له هغو كسانو دى چي د شمالي وزيرستان له قبايلي سيمو يې ډېرى قبايلي ځلميان د افغانستان د ملي پوځ له � �يكو سره يو ځاى كړي خو د دې ځلميانو ډېرى شمېر د تنخواګانو د كموالي په وجه بيرته خپلو سيمو ته تښتېدلي دي. په دې اړه د افغانستان دولت تر اوسه خپل نظر نه دى څرګند كړى.     ",پاكستاني قبايل د افغانستان په استخباراتو كي كار كوي 5815,," د پوليسو په يوه ټولن ځاى کې نن د دوو ځانم رګو بريدونو له امله د عراق په پلازمېنه بغداد کې ٣٥ تنه مړه او ٦٠ نور ټپيان شوي دي. په بغداد کې د پوليسو س� �چينې وايي چې ښايي د قربانيانو شمېره تر دې هم ډېره شي. همداشان د بغداد په شمال کې هم د يوې چاودنې له امله ٤ تنه مړه او ١٠ نور ټپيان شوي دي. له دې وړاندې د بغداد په سويل يوسفيه ښار کې د يوه وسله وال بريد په ترڅ کې د يوه م سافر وړونکي موټر ١٢ تنه سپرلي وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي. ",په بغداد کې تر ۱۰۰ ډېر کسان مړه او ټپيان شوي 5816,," د طالبانو وياند ډاكټر محمدحنيف بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي د كنړ او پكتيكا ولايتونو په اړه د افغان دولت ادعاوي له حقيقته ليري دي. ډاكټر حنيف وويل د كنړ ولايت د وټه پور په اړه چي د پي آر ټي وياند رسنيو ته د ۱۰ طالبانو د وژلو ادعا كړې وه، بلكل دروغ ده، نوموړي وويل ايتلافي ځواكونو پر هغه غرونو بمباري كړې وه خو طا� �بانو ته پكښي هيڅ ډول زيان نه دى رسېدلى. طالب وياند د دولت هغه ادعا هم رد كړه چي ويل د ابو اخلاص په نوم د يوه بهرني سرتيري هلته موجود وو، د وياند په وينا په افغانستان كي د بهرنيانو په وړاندي مقاومت يوازي افغانان كوي. افغان دولت د پكتيكا ولايت په برمل ولسوالۍ كي د شلو طالبانو د وژلو او ۷ تنو د نيولو ادعا كړې وه، خو طالب وياند برعكس ادعا كوي، د ده په وينا هلته له څو ورځو راهيسي د بهرنيانو او دولت په وړاندي مقاومت روان دى چي له امله يې تر ۱۸ كسانو ډېر بهرنيان او افغان سرتيري وژلي دي، خو ډاكټر حنيف هلته د ۳ طالبانو د وژل كېدو او دوو تنو د ټپي كېدو خبره ومنل. ",طالبان د افغان حكومت او ايتلاف ادعاوي نه مني 5817,," احمد جاويد تسلد بنګلادېش د پ� �ازمېنې ډاکا د اطرافو په سيمه کې د مخالف ډلې پلوي مظاهره کوونکي يو رېل ګاډي ته اور واچاوه. مخالف ائتلاف د ټاکنو د کميسيون چارواکي د ځانګړو نوماندو د پلوۍ  په تور تورنوي. هغوى د ټاکنو د کميسيون د مشر ام اى عزيز د ګوښه کېدو غوښتنه کوي. دا په داسې حال کې ده چې د بنګلادېش پوليسو هر ډول سياسي غونډې منع اعلام کړي دي. د مخالف ډلې او حکومت تر منځ د نښتو له پيل راهيسې ٢٥ کسان وژل شوي دي. ",په بنګلادیش کی د مخالیفونو له لوري تاوتریخ والی 5818,," احمد جاويد تسلد دواړو نړيوالو جګړو د  يادښت لپاره په زرګونو کسان تېره ورځ په لندن کې  سره راټول شوي وو. د لومړۍ نړيوالې جګړې په لړ کې د لوم ړي ځل لپاره له کيمياوي وسلو څخه کار واخيستل شو، او اټومي وسلې د لومړي ځل لپاره په دوهمه نړيواله جګړه کې وکارول شوې. په دغه مراسمو کې ګډونکوونکي په کال ١٩١٨ کې د لومړۍ نړيوالې جګړې د پاى ته رسېدو په وياړ د دوه دقيقو لپاره چوپتيا غوره کړه، او په اوبو کې يې د ګلپاڼو په تويولو د دغې پېښې له قربانيانو څخه يادونه وکړه. همدا راز د بريتانيا شهزادګۍ  دوهم اېلېزابت په دغه مراسمو کې د نيوزلنډي اوبريتانيايي سرتېرو د يادونې سره د دغو دواړو هېوادونو د فرهنګ ګډ پيوند وستايه. د عراق او افغانستان د ناټو په دفترونو کې هم بريتانيايي سرتېرو له دغې ورځې څ خه يادونه وکړه. دم ګړۍ د افغانستان په سهيل کې شپږ زره او پينځه سوه بريتانيايي سرتېري مېشت دي. هم دغه راز د ام� �يکا په متحده ايالتونو کې  د دغه هېواد ولسمشر جورج بوش د آرلنګټون په ملي مړيستون کې په لومړۍ نړيوالې جګړې کې د وژل شوو بې نومو سرتېرو لمانځنه وکړه. ",لندن د دوو نړوالو جګړو د قربانیانو یادولمانځه 5819,," احمد جاويد تسلد کانګو ام نيتي ځواکونه او د دغه هېواد په پلازمېنه کېنشاسا کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د يوه نوماند پلويان سره و نښتل. پوليسو ويلي په دغه نښته کې چې د ولسمشر د مرستيال دفتر ته نږدې رامنځ ته شوه دوه ملکي وګړي ووژل شول.  د رايو شمېرنه څرګندوي چې جوزيف کابيلا له ٦١ رايو سره له خپل سيال جين پير بيمبا څخه د ټاکنو په دوهم پړاو کې مخکې ده. د ټاکنو په لومړي پړاو کې د دغو دواړو نوماندو د پلويانو ترمنځ په نښته کې څه نا څه ٢٣ کسان وژل شوي وو. ",په کانګو کي د خکومت او پولیسو تر منځ تاو تریخوالی 5820,," احمد جاويد تسلد امريکا م تحد ايالتنونه د ملګروملتونو د امنيت شورا يو پرېکړه ليک چې پر غزې باندې يې د اسراييلو د بريد د محکومېدو لپاره چې په کې د ١٨ کسان د ښځو او ماشومانو په ګډون د وژل کېدو لامل شو ويټو کړه. د دغې طرحې مخ ليکنه همدا راز پر غزې د اسراييلو پوځي عمليات محکوموي چې پر بيت حانون د تېرې چارشنبې د بريد په اړه جوړ شوى وو. په ملګرو ملتونو کې د ام ريکا د متحدو ايالتونو سفير جان بولټن د دغه متن مخ ليکنه بې انډوله وباله او ويې ويل چې دا سياسي اړخ لري. د ام نيت شورا له پينځلسو غړو څخه لسو غړو له دغه پرېکړه ليک څخه خپل ملاتړ اعلام کړ. ", امريکا ملګروملتونود امنيت شورا يوپرېکړه ليک ویټوکړ 5821,," د يوه رسمي راپور له مخې چې د افغان دولت، ناټو او ملګرو ملتو له خوا خپور شوى په روان کال کې د تاوتريخوالي له امله ٣٧٠٠ تنو خپل ژوند له � �اسه ورکړى دى. د راپور له مخې په افغانستان کې د تاوتريخوالي د قربانيانو شمېره د تېر کال په پرتله څلور چنده ډيره شوې ده. د راپور پر بنسټ د يوې مياشتې په اوږدو کې ٦٠٠ وسله والې پيښى ترسره شوې چې زياتره يې د طالب جنګياليو او ترهګرو ډلو له کړنو سره تړاو لري. راپور وايي د قربانيو ډېره شمېره مخالف جنګيالي، نيژدې زرکسان م لکي وګړي او د ناټو، افغان او امريکايي ځواکونه دي. سره له دې چې د طالبانو د رژيم له نسکورېدو پنځه کاله تېرېږي، لا هم په دې جنګ ځپلى هېواد کې تاوتريخوالى او ناامني په ډېرېدو ده او داسې نه بريښي چې ډېر ژر به د جګړې او تاوت� �يخوالي مخنيوى وشي. ",د قربانيانوشمېره د تېرکال په پرتله څلورچنده ډېره شوې 5822,," د امريکايي پوځ يوه وياند � �يتي مارسيولو په کابل کې ويلي چې دغه مرسته به د افغان پوليسو او سرتېرو د زدکړې ، سمبالښت او د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې په موخه د افغان چارواکو په واک ورکړي. د نوموړي د وينا له مخې له دغې مرستې څخه به ٨ سوه مي� �يونه ډالره د پوليسو، ٤٣٠ ميليون ډالره د اردو د سرتيرو د زده کړې او سمبالښت او له باقي مرستو څخه به د بيا� �غاونې او بيړنيو اړينو برخو کې ګټه واخستل شي. د نوموړي په خبره ژمنه شوې مرسته د امريکا د پوځ د مهندسي د برخې � �ه خوا ورکول کيږي. ",د امريکا پوځ له افغانستان سره ٢ ميليارډه ډالر مرسته کوي 5823,," د ښونې وزير حنيف اتمر نن کابل کې د يوې ناستې پرمهال له افغان ښوونځيو سره د مرستې نوې لړۍ له کابل ښوونځيو څخه د ٥ ميليون ډالر وپه ارزښت پيل کړه . د نوموړي په وينا له هغو ښوونځيو سره چې ٥سوه زده کونکي لري ٢ زره ډالر ، زر زده کونکي لري ٣ زره ډالر او هغه ښوونځي چې تر زرو ډير زده کونکي لري ٥٥٠٠ ډالر مرسته وشي .د اتمر په وينا په هغو ځايو کې چې خلک يې څارنه کوي، درغلي نشته او په هغو ښوونځيو او ځايونو کې چې زده کونکي ، ښونکي او د زده کونکو مور او پلار څارنه کوي. مرسته شوې پيسې به په اړينو برخو کې پر ځاى ولګول شي او ښه ګټه به ترې پورته شي ، ځکه دوى له نورو په ستونزو ښه خبر دي او ښه پوهيږي .اتمر د افغان ښونې او روزنې په سيستم کې د ستونزو او د ښونځيو د ودانيو نه شتون ومنل او پيل شوى پروګرام يې د ښونې د سيستم د څرنګوالي د ښه کيدو له امله يو مهم ګام وباله . ",له افغان ښوونځيو سره دمرستې نوې لړۍ پيل شوه 5824,ډاکټر ثواب الدین مخکښ," غواړۍ خپل Internet Explorer ته پټ نوم (Password)ورکړۍ تر هر څه د مخه هیله ده خپل پټ نوم مو هیر نه کړۍ ۱-په خپل Desktop باندې د Internet Explorer په Icon باندې غبرګ کلیکونه وکړی اویا هم له Start Menu څخه Internet Explorer چا لان کړۍ ۲- اوس په وازه شوې کړکې کې د Tools له مینو څخه Internet Options غوره او کلیک پر وکړۍ.۳- اوس به یوه بله کړکۍ درته وازه شي په دغه کړکۍ کې دContent په برخه کلیک وکړۍ په دغه برخه کې د Content Advisor لاندې چې شین اسما نې رنګ لري دEnable په تڼۍ کلیک وکړۍ.  ۴-اوس به په لاندې بڼه یوه بله کړکۍ درته وازه شي.په نوموړې کړکۍ کې د General په برخه کلیک وکړۍ ۵-په پورتنۍ کړکۍ کې د Create Password په تڼۍ کلیک وکړۍ نوپه � �اندې بڼه کړکۍ به درته وازه شي.  ۶-په پورتنۍ کړکۍ کې دPassword اوCofirm password مخې ته په تشو ځایونوکې خپل Passwordولیکۍ اودOk پر تڼۍ کلیک وکړۍ.اوس نو یو ځل بیا په لومړۍ شماره کې ښودل شوې چا� �ه تکرار کړۍ نو له تا سو به د Password غوښتنه وشي.ددي کار ګټه داده چې تا سو په خپل کمپیوټر باندې د انټرنیټ کا� �ول په خپل لاس کې نیسۍ.  ",غواړۍ خپل Internet Explorer ته پټ نوم(Password) ورکړۍ 5825,ميرويس جلالزي," ډاكټر حنيف چي د طالبانو وياند دى وايي تېره � �په طالبانو د کندوز ولايت د خان اباد ولسوالۍ په چارسده سيمه کي د الماني سرتېرو دوه موټره په يوه کمين کي له منځه وړي چي کاملاً ويجاړ شوي دي او پكي سپاره عسکر ټول وژل شوي دي. خو له بلي خوا د كندوز امنيتي چارواكي وايي چي په بريد كي يوازي دوه تنه افغان پوليس ټپيان شوي دي. ",په كندوز كي په الماني سرتېرو بريد وشو 5826,," عبدالله پتمن/كابل د د غه هيواد په سويل کې په يوې بېړۍ د بريد له امله ۴ برتانوي سرتېري ووژل شوه. بله خوا د د غه هيواد  په لوېديځ ولايت الانبار کې د يوې نښتې په ترڅ کې ۳ امريکايې سرتېرې وژل شوي دي. په لندن کې د برتانيې د دفاع وزارت ويلې په گښتي بېړۍ باندې د بريد له امله ۳ پوځيان ټپيان شوې هم دي. په بصره کې د بريتانوي پوځ وياند ويلې کېداى شې په بېړۍ کې د بم چاودنه رامنځته شوې وي. ټپيان يې روغتون ته لېږدولې او � �وغتيايې حالت يې د اندېښنې وړ ښودل شوى دى. ",په عراق کې ۴ برتانوي او ۳ امريکايې سرتېرې ووژل شوه 5827,," ناپيږاندو وسله والو کسانو نن د خوست د امنيه � �وماندانى د جنايي جرمونو د څانګې يو افسر په ډزو سره وواژه . خوست کې امنيتي چارواکو ددغه بريد پخلۍ کوي اووايي د پيښى په اړونديې سيمه کې پلټنې او تحقيقات پيل کړي دي . د چارواکو په وينا په بريد کې ٢ ولسي وګړي هم ټپيان شوي دي . ",خوست کې د پوليسو يو چارواکى ووژل شو 5828,," د کاپيسا مرکز محمود راقي ښار تيره شپه د دريو توغنديو تر بريد لاندې راغلى . د طالب جنګياليو د ډلې يو وياند ډاکتر حنيف منلې چې د توغنديو بريد طالبانو ترسره کړي دي . نوموړي ادعا وکړه چې د بريد له امله يو دولتي پوليس مړ او ٢ تنه نور ټپيان شوي دي . ",په محمود راقي بريد شوى دى 5829,," عينى شاهدانو له بينوا سره پخلۍ وکړ ، چې د ننګرها ولايت د ممندرې ولسوالىد اوسيدونکو د لاريون پر مهال د پوليسو په ډزو کې نن يو تن لاريون کونکى مړ او ٣ تنه نور ټپيان شوي دي . د لاريون له امله د جلال اباد - تورخم لويه لار د ٢ ساعتونو له پاره د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه. لاريون وروسته له هغه نن ترسره شو چې پرون د شينوارو او ممندرې د ځايي اوسيدونکو ترمينځ تاوتريخوا� �ى را پيدا شو او شينوار و د ممندرې ٥ تنه اوسيدونکي له ځان سره يرغمل ونيول . ",د پوليسو په ډزو کې يو تن مړ او ٣ تنه ټپيان شوي 5830,,"   رحیم گل څاروان له دو� �ت او ناټو ځواکونو سره د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ د قومي مشرانو سوله ييزې خبرې او تړون، دغه پراخه و� �سوالۍ د جنگ جگړو او پراخو وژنو څخه ژغورلې.د موسی کلا و لسوالۍ د هلمند د مرکز لښکرگاه شمال لورته په څه باندې سل کیلو مترۍ کې پرته پراخه سیمه ده چې سنگین، نوزاد، باغران او کجکي ولسوالۍ يې په شاوخوا پرتې دي.د بېنوا ویبپاڼې خبریال د رښتیا موندنې په موخه دغه ولسوالۍ ته ورغئ، په موټر کې مو پنځه ساعته مزل له سنگین نه د موسی کلا ولسوالۍ تر بازاره وکړ ولې د لارې په اوږدو کې د هیڅ راز امنیتي ستونزو سره مخ نه شوو.هر ځای په هر کلي کې د خلکو گڼه گوڼه لیدل کېده، دغه ولسوالي تر ډېره کرهڼیزه ځمکي لري، خلک یې بزگران دي. دوی ټول د خپ� �و کروندو په کر کیلې اخته ول.د ولسوالۍ بازار ته په رسېدو مو هر دوکان ویجاړ لېده، لوی_لوی مارکیټونه نړېدلي وه، د ايتلافي او ناټو ځواکونو په بمباریو درې په څلورو کې بازار د بمونو خوراک گرځېدلی وو، ان تر دې چې د ولسوالۍ ستر جامع جومات هم له خاورو سره خاورې شوی وو.دلته په پوره ډول سیمه يیز قومي مشران د واک په گدۍ ناست ول، نه مو د طالب جنگیاليو سرتېري ولیدل او نه هم د ناټو ځواکونه.د موسی کلا بازار ته تازه د اوسېدونکو لیکه ور م اته شوې وه، عام وگړي په ورځنیو چارو اخته ول، د بازار د خلکو څېرې د خوښۍ او خوشحالۍ په نخرو کې نڅیدې.دا سپین ږیری محمد قاسم نومېږي د موسی کلا اوسېدونکی دی، ده را ته وویل زړه یې له دردونو او غمونو نه نور په چاودون � �اغلی، د طالبانو او ناټو ځواکونو په جگړه کې یې ټوله شتمني لاسه ورکړې.محمد قاسم وایي:"" ورورکه! دلته ډېرې بدې ورځې وې، دا گرده بازار چې په سترگو وینې، دا خلک چې ویني، دلته خلک نه ول جگړې وې، د امریکایانو بمبارۍ وې، د گرشک تر بازاره موږ نه شو تللای، هره ورځ ټکان ول، زموږ گرده شيان تباه شوله، سرایونه مو ونړېدل په خیمو کې شپې تېروو، عاجزې مومنانې مو په تکلیف دي"".نه یوازې محمد قاسم له دې بدو ورځو سرټکاوه، د بازار ټولو ښاریانو د جنگ د شپو ترخې خاطرې اورولې، خو تر ټولو مهمه موضوع د دوی لپاره چې خوښي يې ور په برخه کړې وه، هغه موسی کلا و� �سوالۍ ته د قومي سمه يیزو مشرانو، دولت او ناټو تر منځ وروستي سوله يیز تړون وروسته د امنیت راتگ وو.حاجي عبدالحلیم د موسی کلا د بازار اوسېدونکي له تړون وروسته د امنیت د راتگ په اړه داسې کیسه راته وکړه:"" اوس الحم دلله واک قومي مشرانو ته ورکړل شوی دى، په دې باندې ډېرخوښ یو، اوس امن دی، امنیت دی، دلته په موسی کلا کې د ناټو او طالبانو جنگونه ول، اوس وضعه ارامه ده دخدای فضل دی هیڅ جنجال نه شته"".د موسی کلا ولسوالۍ مرکز د دغه بازار په منځ کې دی، د ولسوالۍ په مرکز کې د افغانستان ملي بیرغ رپېږي، کله چې ولسوالۍ ته ورننوتلو د ولسوالۍ مرکز راته په بیدیا ډول معلوم شو.عبدالمجید د موسی کلا ولسوالۍ اوسنی ولسوال او قومي مشر د موسی کلا سپین ږی� �و او قومي مشرانو ته په جرگه گۍ کې غږیده زما هم ورته غوږ وو، دغه مشران له ناټو سره په هوکړه شوي تړون خوښ ول، دوی ټولو د خدای شکر ویسته او د امن په راتلو خوښ ول.قومي مشر او د موسی کلا ولسوال عبدالمجید راته وویل:"" د سږ کال د جوزا له میاشتې را وروسته د موسی کلا ولسوالۍ خلک سره کښیناستل، قومي مشران یې سره راټول کړل، خلکو وویل چې نور غواړو په امن او امان کې واوسېږو، مونږ ٥٠ کسیزه قومي مشران دلته دې ولسوالۍ ته راغلو، دلته ب� �تانویان پراته ول، مونږ ورته وویل دا خلک دا ولس نور غواړي په امن او امان کې و اوسېږي، برتانویانو ته مو وویل واک قدرت دلته دې قومي مشرانو ته وسپارۍ تاسې له دې ځایه څخه ووزئ، برتانویانو را ته وویل طالبان به څنگه شي؟ م وږ ورته ویل تاسې واک ولس ته ورکړئ، هیڅوک به وسله وال ونه گورئ، همدا وه د روژې په ٢٥ یې راسره تړون وکړ، ب� �تانویان ولاړل اوس امن او امنیت دی طالبانو ته مو هم وویل چې اوس نور تاسې دلته دې ولسوالۍ ته مه راځئ، دلته � �ومي مشران او ولس دی، دوی خپل کارونه په خپله کوي.  په دې اړه چې طالبان په موسی کلا کې شته که نه؟ قومي مشر او ولسوال عبدالمجید راته وویل:"" دا ټول زموږ د مخالفینو تبلیغات دي، چې را پسې کوي يې دوی نه غواړي واک یې � �ه لاسه ولاړ شي، تاسې خبریالان يې وینئ تاسې ووایاست طالبان شته د چا سره وسلې شته""د دې راپور خبریال په ټوله موسی کلا کې وسله وال ونه لیده، له ولسوال عبدالمجید څخه مې وپوښتل ستاسو مخالفین څوک دي؟ ده راته وویل هغه څوک دي چې پخوا یې د موسی کلا دولتي ځمکې خرڅې کړې، رشوتونه یې اخیستل گټې یې وې اوس یې چې واک له لاسه و� �اړئ نو اوس په کابل او نورو ځایو کې تبلیغات کوي چې په موسی کلا کې طالبان دي، غواړي زموږ پروسه خرابه کړي.یوه تن سپین ږیري چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي را ته وویل دلته په دې موسی کلا کې پخوانۍ اداره خاینه وه ډیر بد بد کارونه یې وکړل زموږ ځمکې یې وپلورلې خلک له تیرې ادارې هم ناراضه ول.د طالبانو د شتون په اړه مې د موسی کلا بازار له ځینو اوسېدونکو څخه وپوښتل هغو ټولو ویل طالبان نه شته. د موسی کلا ښوونځی د زده کوونکو پرمخ وروسته له اوږدې مودې پرانیستل شوی زده کوونکي ښوونځیو ته ځي.کمال الدین د موسی کلا د منځني ښوونځي د اتم ټو� �گي زده کوونکی دی، دی وایي له تړون وروسته دادی اوس ایله ښوونځي ته ولاړى، خو دی له ستونزو سر ټکوي:"" استادان نه شته، کتابونه نه لرو مکتب مو وران شوی دى"".موسی کلا اوس بیارغونې ته اړتیا لري، روشن کمپنۍ ورته د گرځنده تلیفون د برابریدو ژمنه کړې، د ماین پاکولو یوه خیریه موسسه د ماینونو د ورکولو لپاره ورغلې، خو د نورو خیریه موسسو او یا انجوگانو د مرستو درک په موسی کلا کې نه بریښي سره له دې چې قومي مشران د مرستندویو ادارو د ورتلو خبره کوي او له حکومت څخه غواړي چې مرستې ورسره وشي.موسی کلا ښایي یوه بېلگه وي د دولت، خلکو، ناټو یا بهرني ځواکونو او طالبانو لپاره داسې بېلگه چې یاد شوي څلور واړه لوري ترې ښه گټه اخیستی شي. د موسی کلا انځورونه به ژر خپاره شي. ",موسی کلا، له تړون وروسته د سولې او ډاډ سیمه 5831,," عبدالله احسان / بلجيم پرون يکشنبې د۲۰۰۶ کال د نومبر دمياشتي پر دولسمه نېټه دبلجيم په پلازمېنه بروکسل کي په بلجيم کي دافغانانو دکلتو� �ي ټولني په نوښت د افغانستان د نوميالي شاعر ارواښاداسحاق ننګيال پنځوسمه کليزه د يوې درنې غونډي په ترڅ کي ونمانځل سوه . په دې غونډه کي دبلجيم ميشتو افغان فرهنګپالو ترڅنګ ديوشمېر نورو هيوادونو څخه ليکوالو او اديبانو برخه اخستې وه . دغونډي پوره راپور ، عکسونه او ږغونه به وروسته له بېنواويبپاڼي وړاندي سي . ", دارواښاداسحاق ننګيال پنځوسمه کليزه ونمانځل سوه 5832,," احمد جاويد تسل د ايران د ملي امنيت د عالي شورا مشر علي لاريجاني له مسکو څخه د بېرته راګرځدو وروسته لوېديځ هېوادونه په دې تورن کړل چې هغوى د ايارن د اټومې کړکېچ له هواري سره  لېوالتيا نه لري. لاري جاني ټينګار وکړ چې د ايران دولت له هغوى سره مخامختيا ته چمتو دى. لاريجاني خبريالانو ته وويل چې هېواد يې په هغه څه چې د اټومي وسلو د پرمختګ د منع په تړون ليک کې راغلي دي ايمان لري. په همدې حال کې يې ګوت څنډنه کړې که چېرې د نړيوالې اټومي انرژۍ د آژانس مشر د ا� �وپايانو وړانديز ومني تهران به له دغه سازمان سره د اړيکو له سره کتنه وکړي. لاريجاني ويلي ايران د لوېديځ له خوا د تحميل شوي شرايطو لاندې خبرې اترې کړي دي. خو دغه هغوى و، چې په خپلو کړنو يې عمل ونه کړ. له همدې سره د اي� �ان د بهرنيو چارو وياند محمد علي حسيني خبردارى ورکړ که اسراييل د دغه هېواد  په اټومې تاسيساتو بريد وکړي د ايران ځواب به ماتوونکى او چټک وي. وړاندې اسراييلو د ايران په اټومې تاسيساتو باندې بريد د وروستي هواري په توګه شونى بللى و، او زياته کړې يې وه کله د هوارى وروستى لار يوازې د هوارۍ لاره ده. ",ایران دنړيوالې اټومي انرژۍ دآژانس سره خبروته تیار دی 5833,," احمد جاويد تسل ټاکل شوې چې د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر جورج بوش د عراق د حالاتو د څيړنو  ځاڼګړې ډلې سره نن وگوري. د بهرنيو چارو پخوانې وزير جيمز بيکراو د ديموکرات  کڼرې پخوانې مشر  ها ميلتون په گډه  د دغه لس کسيزه رياست دمشرې دنده پر غاړه لري. دغې ډلې ته نږدې سرچينو ويلې جورج بوش نه  ددوې مهمه غوښتنه د عراق په اړه د يوه سيمه ييزې  غونډې جوړول او په هغه کې د گډون لپاره ايران او سوريې  ته بلنه ورکول دي. د سپينې ماڼې يو لوړ رتبه چارواکې ايران او سوريه په دې تورن کړل چې په عراق کې تاوتريخوالې او بې امنيتې ته لمن وهي. له بلې خوا د ديموکرات گوند با نفوذو شخصيتونو چې د منځمهاله ټاکنو په  گټلو سره يې د دغه هيواد د کڼره کنترول په لاس کې واخيست  د عراق په  دريو سيمو  ،نيمه کورواکې ، شيعه او سنې او کرد ميشتو باندې د ويشلو  غوښتنه کړې ده . خو د � �اپوټونو له مخې بوش له دغې طرحې سره خپل مخالفت ښودلې دي. ",بوش دعراق دحالاتو دڅيړنوځانګړې ډلې سره وگوري 5834,," احمد جاويد تسلد عربي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران په منځني ختيځ کې د سولې د ټينګښت په موخه د مصر په پلازمېنې قاهره کې په يوه ځانګړي ناسته کې د يوه نوې غونډې غوښتنه کړې ده. د عربي ټولنې د وزيرانو په نظر اړتيا لري چې د منځني ختيځ د سولې په دغه غونډه کې د اسراييلو، عربي هېوادونه دولتونه او د ملګروملتونو د امنيت شورا دايمي غړي په کې ګډون ولري. دغه وړانديز د فلسطين د کورواکي ادارې د بهرنيو چارو وزيد محمود زهار له خوا وړاندې شوى دى. د فلسطين د کورواکي ادارې دولت د حماس د ګوند په وسيله لارښوونه کېږي چې هر وخت د اسراييلو موجوديت رد وي. د کارپوهانو په وينا دا � �ومړى ځل دى چې د حماس دولت له اسراييلو سره د اړيکو د ټينګښت په موخه چمتو والى ښيي. په دې اړه د عربي ټولنې عم ومي منشي عمر موسي وويل. نوموړي زياته کړه د امريکا دغه ګام د سياست پاتې راتلل د منځني ختيځ د ستونزو په هواري کې بولي او سيمه کې د تاوتريخوالي او کړکېچ ته لمن وهي. ",د عربي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران په قاهره کي دی 5835,عبدالله احسان - هالنډ,"   عبدالله احسان - هالنډ د۲۰۰۶ عيسوي کال دنومبر دمياشتي پر دولسمه نېټه د بلجيم هيواد په پلازمېنه بروکسل کي په بلجيم کي د افغانانو کلتوري ټولني په نوښت د پښتوژبي د نوميالي شاعر ارواښاد محمداسحاق ننګيال دزوکړي پنځوسمه کليزه دبېلابېلو ټولنو له پيغامونو ليکوالو له مقالو ، شعرونواو ټنګ ټکور څخه په جوړه سوې درنه غونډه سره ونمانځل سوه . دا غونډه چي د اروپا د يوشمېر هيوادونو څخه پوهانو ، ليکوالو ، شاعرانو او د ارواښاد ننګيال مينه والو ترڅنګ يوشمېربلجيم مېشتو افغانانو هم برخه پکښي اخستې وه ماسپښين درې بجې پيل او ماخستن تر � �سو بجو پوري وغځېدله . غونډه چي په بلجيم کي د افغانانو دکلتوري ټولني دمرستيال ليکوال او شا عر ښاغلي حاجي امين باوري چلوله د ق� �آن عظيم الشان  دڅو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل سوه ورپسې  د نوموړي ټولني مشر ښاغلي نجيب احمدزي دغونډي د پرانستونکي وينا په ترڅ کي په دې و� �وستيو کي په پاخه ډول د ارواښاداسحاق ننګيال د قبر او پر هغه دګنبدي په جوړېدو او په لغمان ولايت کي د هغي ښوونځی يادونه وکړه کوم چي په دې وروستيو دنوموړي ټولني په هاند او هڅو د ارواښاد اسحاق ننګيال په نوم ونومول سول . تر هغه وروسته ښاغلي انجنير حضرت سادات د کندهار د کلتوري مرکې له خوا رالېږل سوی پيغام ، ښاغلي ډاکټر محمدصابر په جرمني کي د افغانستان دکلتوري ودي ټولني پيغام ، ښاغلي رحمت ګل ځواکمن په هالنډ کي دافغاني کلتوري ټولني پيغام ، ښاغلي عتيق باوري په هالنډ کي د سلام کلتوري ټولني ،عبدالله احسان په کندهار کي د بېنوافرهنګي ټولني  پيغام  ولوست او ښاغلي امين کټوازي داسحاق ننګيال يوشعر او د افغان ادبي بهير او رشادکره کتني د پيغامونو د ترلاسه کولو يادونه وکړه . وروپسې دغونډي د مقالو په برخه کي دجرمني په مونشن ګلدبخ کي د افغانانو د کلتوري ټو� �ني مشر ښاغلي احمدشا امين د ليکوال اوکره کتونکي ښاغلي زرين انځور مقاله ولوستله او بيا ليکوال ، شاعر او دارواښاد اسحاق ننګيال ملګري ښاغلي صبور الله سياسنګ د ارواښاد ننګيال له يادونو او خاطرو څخه جوړه سوې يوه په زړه پوري مقاله ولوسته  اودکوربه ټولني مشر ښاغلي نجيب احمدزي ته يې دارواښاد اسحاق ننګيال هغه ليکنه ورکړه چي دښاغلي سياسنګ په وينا له تېرو شپاړسو کا� �و راهيسي يې ساتلې او دڅوقطعو عکسونو يوه سي ډي وسپارله چي ويل کيږي تر اوسه يې عکسونه خپاره سوي نه دي دريمه اووروستۍ مقاله دښاغلي ډاکټر خوشال روهي له خوا واورو� �ه سوه . ټاکل سوې وه  چي له انګليستان څخه به ښاغلو اکبرکرګر ، افضل ټکور او نظيف تکل هم په دې غونډه کي برخه اخستای او د ارواښاد ننګيال دشعر پر څرنګوالي به يې خپلي مقالې ا ورولای ، د غونډي دچلوونکي په ويناهغوی دځينو ستونزو له کبله په غونډه کي ګډون ونه سوای کولای . ترمقالو وروسته يوشمېر دغو ښاغليو خپل شعرونه يا ځينو د ارواښاداسحاق ننګيال شعرونه واورول : ښاغلی صبورالله سياسنګ د ارواښاد ننګيال د ( آس ) شعر په خپله اصلي بڼه او بيا يې دري ژباړه او ورپسې نور دوه  د ( کب ) او ( برخه ) ترسرليکونو لاندي شعرونه چي  ښاغلي سياسنګ پاړسي  ته ژباړلي وه  واوروله ،  دغونډي د برخه والو له خوا په پرله پسې ډول په تودو چکچکو بدرګه کېدله ، تر دوی وروسته ښاغلي مبارز څاپي په دوو برخوکي خپله بوللـه واوروله  ، ښاغلي حاجي امين باوري داسحاق ننګيال څو ښکلي شعرونه دکلمه کړل او ښاغلي خيال محمدکټوازي ، جاويد احمدزي ، نيسم ستوري دخپل پلار ( دارواښادکبيرستوري شعر ) ، او صديق الله اکبري د ارواښاد اسحاق ننګيال يوشعر واوراوه ، ديادوني وړ ده چي دغونډي چلوونکي ښاغلي حاجي امين باوري  دارواښاد اسحاق ننګيال دانتخابي شعرونو په دکلمه کولو سره  چي د هرو دوو ويناوالو دخبرو په ترمنځ به يې اورو� �ه خاصه ښکلا بخښله  او همداډول يې د سپيني ماڼۍ او سرې ماڼۍ غوندي څو نورو طنزيه ټوکو سره دغونډي پربرخه والو دخندا پېمانۍ ووېشلې . ترمشاعرې وروسته  نيم ساعت تفرېح او ډوډۍ خوړلو ته وخت جلا سوی و او ورپسې ښاغلي نادر صديقي ، صنم ګل او ملګري يې سازونه سره کړې وه او ديوساعت شاوخوا يې په زړه پوري اوخوندوي سندري  وړاندي کړې ، دپکتيا خوست او کنړ ځوانانو په اتڼونوکي څوڼي غورځولې ، اوښتل را اوښتل او په دې � �ول ګړۍ دماخستن لسو بجو ته نژدې کېده چي لا سندريزي وږمې پای ته نه وې رسېدلي خو څنګه چي سبا ته دوشنبې ( په لويديځو هيوادونو کي د هفتې لمړۍ رسمي ورځ ده ) نو لمړۍ د نورو هيوادونو څخه راغليو مېلمنو يو په يو رخصت اخست او بيا به نو ښايې د بلجيم د ليري ښارونو څخه راغليو کسانو مخه ښه کړې وي . او په دې ډول سره دارواښاداسحاق ننګيال  دزوکړي دپنځوسمي کليزي  غونډه پای ته ورسېده . تاسو کولای سی د دې غونډي ديوې پيغامونو او مقالو ج� �يان له بېنواويبپاڼي په ږغ کي واورﺉ .   دغونډي جريان له دې ځايه واور� � په نوي ډول د ارواښادننګيال دقبر جوړېدوپه کار کي دښاغلي نجيب احمدزي او هغو ټولو چي په دې کار کي يې مرسته کړې ، هڅي دستايني وړ دي . ",دارواښاداسحاق ننګيال پنځوسمه کليزه ونمانځل سوه 5836,," د افغان ولسمشر حامد کرزي د يوه حکم له مخې د سيمې د امن او رفاه د جرګې د چارو د ښه تنظيم ١٨ کسيز کميسيون وټاکل شو. د حکم له مخې ملي او روحاني شخصيت پير سيد احمد ګيلاني د کميسيون د رئيس، د ولسي جرګې غړى استاد حاجي محمد محقق او د افغانستان د علماوود سراسري شورا م� �ر مولوي فضل الهادي شينوارى د مرستيالانو په توګه، ډاکتر فاروق وردګ د دارالانشا د رئيس او غړي، ستر جنرال س� �دار عبد الولي، سيد شاه ناصر نادري، مولوي خدايداد، الجاج دين محمد خان، الحاج سليمان ياري، الحاج خيرمحمد اسحاقزى، الحاج مولوي محمد جوره، الحاج مولوى محي ا لدين بلوڅ، الحاج مولوي عبد الله عبادي، الحاج مولوي سيف الدين تخاري، الحاج نعيم کوچى، الحاج اسد الله وفا، الحاج سراج الدين منګل او مولوي فضل احمد معنوي د غړو په توګه ټاکل شوي دي. ",د امن د جرګې ١٨ کسيز کميسيون وټاکل شو 5837,," د هرات د شينډنډ ولسوالۍ په عزيز اباد سيمه کې نن د ناټو او افغان ځواکونو کاروان تر يو ځانمرګي بريد لاندې راغى ، چې د ځايي امنيتي چارواکو په وينا � �ه امله يې يوازې په خپله ځان وژونکى وژل شوى دى . د شينډنډ ولسوال محمد نعيم د بريد پخلۍ کوى او وايى افغان او د ناټو ځواکونو ته زيان نه دى رسيدلى . خويو طالب وياند ادعا کړې ده ، چې په بريد کې يې ٤ امريکايي عسکر وژلي دي . ",په کورنيو او بهرنيو ځواکونو ځانمرګى بريد وشو 5838,," سره له دې چې افغان دولت او په ځانګړې توګه د اوبو او برېښنا وزارت ونه توانېدو په تېرو پنځو کلونو کې دبرېښنا د نشتوالي ستونزې ته د حل مناسبه لار پيدا کړي، خو بيا هم د دغه وزارت وزير اسمعيل خان نن يوې خبري ناستې ته له ازبکستان سره د يو نوي تړون د لاسليک کېدو يادونه وکړ. نوموړي وويل د دغه تړون له مخې به د يو نيم کال په ترڅ کې ٣٠٠ ميګاواټ برېښنا له هغه هېواد څخه کابل ته ولېږدول شي. له دې وړاندې هم دغه وزارت له تاجکستان سره د ٣٠٠ ميګا واټ برېښنا تړون لاس ليک کړى وو. ",د برېښنا په اړوند د اسمعيل خان نوې هلې ځلې 5839,," عبدالله پتمن/كابل د متحدايالاتو ولسمشر بوش ويلي له اېران سره به تر هغه وخته خب� �ي ونكړو چي دغه هيواد خپل اټومي پروګرام له منځه يونسي. خو سپينه ماڼۍ وايې د عراق په اړه له اېران سره خبرې کېداى شې. بوش د اسرائيلو له لومړې وزير ايهود المرت سره  په يوه گډه خبرې ناسته کې وويل که اېران له خپل پروگرام څخه ونه گرځې نو له نړۍ سره به خپلې اړيکې پرې کړې. ولې چې د دوى پروگرام د نړۍ لپاره يو ستر خطر دى. المرت په خپلو خبرو کې وويل اسرائيل به کله هم دا ونه زغمې چې اېران اټومې پروگرام ول� �ې. اخوا په لندن کې د دغه هيواد � �ومړې وزير ټونې بلير هم اېران د عراق په نا امنيو كي په لاس لرلو تورن کړ. او ويې ويل چې اېران له خپل ځان څخه د نړۍ د پام گرځولو په خاطر په عراق او فلسطين کې تر هگريز عملونه ترسره کوي. خو دغه عملونه نور نه شې کولاى، اېران به يوه لاره غوره کوې . ",بوش: له اېران سره په يوه شرط خبرو ته حاضر يو 5840,," د افغانستان لوى څارنوال عبد الجبار ثابت نن په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال د شير پور په تاريخي سيمه کې د نويو کورونو د جوړېدو په څښتنانو غږ وکړ چې که د يوې مياشتې په اوږدو کې د ځمکې بيه د دولت خزانې ته ونه سپاري، تر قانوني څار او محاکمې لاندې به ونيول شي او په لومړي قدم کې به خبري رسنيو ته ور وپېږندل شي. د نوموړي په وينا د دريو کلونو په تېرېدو سره بيا هم د کو� �ونو خاوندانو د ځمکې بيه چې هره بيسوه يې اا نيم زره ډالره بيه لري، دولت ته نه ده سپارلې، چې د ده په وينا ٢٥٠ کسانو په ناقانونه توګه د دولت په ١٤ نيم ميليونو ډالرو خيټه اچولې ده. له هغه مهال څخه چې ثابت د فساد په وړاندې جهاد اعلان کړ، يوازې درې مياشتې تېرېږي، چې په همدې لنډ مهال کې د نوموړي د کړنو په وړاندې د دولت دننه د يو شمېر لوړ پوړو چارواکو د مخالفت غږ اوچت شو اوپه لومړي قدم کې د بلخ او هرات واليانو د نوموړي په پته د مخا� �فت څرګندونې درلودې. لوى څارنوال نن يو ځل بيا دواړه واليان پړه وبلل. نوموړي د بلخ والي عطا محمد نور يو جنګسالار او د شمال امپراطور وباله او زياته يې کړه چې منفي مقاومت کوي او په ناقانونه توګه د بلخ د ښاروال م� �اتړ کوي. ثابت وويل دواړه واليان زما د کا ر خنډ ګرځي. له دې وړاندې د هرات او بلخ ښاروالان او يو شمېر نور دولتي چارواکي د څارنوال له لوري په درغليو تورن شوي، چې تردم مهاله د واليانو د ملاتړ له مخې تر قانوني څار لاندې نه دي راغلي. ",ثابت: د بلخ والي جنګسالار اود شمال امپراطور دى 5841,," ", 5842,," احمد جاويد تسل په عراق کې امنيتي چارواکو ويلي چې د دغه هېواد پوليسو تېره ورځ يې د ٤٦ زورول شويو مړو جسدونه د بېلا بېلا سيمو څخه راټول کړي دي. د زياترو وژل شوو کسانو په بدن د شکنجې نښې ليدل شوي دي. يو وژل شوى کس يوازې د پوليسو قوماندان دي چې څو ساعته مخکې تښتول شوى وو. د تېرې ورځې په ماسپښين د بغداد په سهيل د شعب په ښار ګوټي کې چې ډېرۍ يې شيعه ګان دي په يوه ميني بوس باندې يوه ځانمرګي بريد په پايله کې ١١ تنه ووژل او شاوخوا اتلس نور ټپيان شول. د امريکا د متحدو ايالتونو پوځ اعلام کړى چې په څو بېلا بېلو بريدونو کې يې په بغداد کې ٨ شکمن ترهګر وژلي دي. د ملګر وملتونو د وړاندوينې له مخې هره ورځ په عراق کې د سلو په شاوخوا کې خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي. ", هره ورځ په عراق کې تر سلو زیات وګړي ژوند دلاسه ورکوي 5843,," احمد جاويد تسلد بريتايا د لومړي وزير دفتر ويلي په عراق کې د امنيت د ټينګښت په موخه د ايران او سوريې د مرستو لپاره د توني بلېر د رابل� �و سره سره ، د دغو دواړو هېوادونو تر شا د بريتانيا سياست نه دى نرم شوى. بلېر په لندن کې په خپله يوه وينا کې له ايران او سوريې څخه د يوه بهرني سياست  بلنه وکړه چې په منځني ختيځ کې د امنيت د ټينګښت په برخه همکاري وکړي. خو د بلېر وياند ټينګار وکړ چې د ايران او سوريې له دولتونو سره هېڅ کوم نوې توافق نه دى تر سره شو� �. ",بریتانیا ، ایران او سوریه د عراق په سر خبرو ته رابللي 5844,," ", 5845,," افغان او ناټو چارواکو نن خبر ورکړ، چې تېره � �په يې د خوست ښار له يوه کور څخه يو تن شکمن ترهګر پرته له مقاومت نيولى دى. د چارواکو په وينا نومو ړى کس د افغان او ناټو د عملياتو پر مهال پرته له ډزو نيول شوى دى. ",ناټو: په خوست کې يو شکمن ترهګر ونيول شو 5846,," افغان دولتي پوليسو تېره شپه د کابل ښار د � �سمې ناحيې په سيمه کې يوه ځوانه نجلۍ د تښتونکو له منګلو څخه ژغورلې ده. د کابل د امينه قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې د څانګې مشر جنرال عليشا پکتياوال د پيښي پخلى کوي او وايي تښتونکي هم د پوليسو له خوا نيول � �وي او له هغوى نه پوښتنې پيل شوي دي. د نوموړي په وينا ژغورل شوې نجلۍ له کندز څخه تښتول شوې ده. ",يوه ځوانه نجلۍ له تښتونکو څخه وژغورل شوه 5847,ميرويس جلالزي," ډاکټر محمد حنيف چي ځان د طالبانو وياند بولي وايي: تېره ورځ د دوى سرتېرو د پکتيا ولايت پټان ولسوالۍ سره نژدې د داخلي او خارجي عسکرو پر کاروان بريد وکړ چي د سختي جګړې سبب شو په جګړه کي د هغه په وينا پنځه موټر ويجاړ شوي او څلور داخلي او خارجي عسکر وژل شوي دي. د حنيف د وروستيو خبرو په وړاندي تر اوسه نړيوالو سوله ساتو ځواكونو او افغان سرتېرو خپله وينا نه ده وړاندي كړې. ",طالبانو په پکتيا كي په بهرنيو سرتيرو بريد كړي 5848,," د ولسي جرګې يو شمير وکيلان د اعتراض په توګه د جرګې له نننۍ ناستې څخه ووتل او د جرګې په اداري چارواکو يې نيوکې وکړې او وايي چې د د کورنيو دندودکاري اصولو درناى نه کوي . په ناسته کې هغه مهال د وکيلانوتر مينځ کړکيچ را پيدا شوچې د ټاکل شوې اجندا برخلاف د ادارى پلاوى له لوري دبحث له پاره د وکيلانو د امتيازاتو او حقوقو خبر ه رامخ ته شوه . له دې سره سم د خبري رسنيو استازى او خبر يالان له ناستې څخه وشړل شول . د ولسي جرګې غړيو هر يو رنجبر ، شکريه بارکزي ، مير محمد جوينده او يو شمير نور و وکيلانو په دې تګ لاره نيوکې وکړې او له ناستې ووتل .وروسته په پټه ناسته کې څرګنده شوه ، چې وکيلانو تر اوسه دوه خرواره او لس منه بادام او پسته خوړلي او دولسي جرګې دوهمې مرستيالې فوزيې کوفي د نړۍ گوټ ګوټ ته د بريښنا ليکونو په استولو سره په ورکشاپونو کې د وکيلانو د تريننګ کولو د لګښت په نامه بسپنه ټوله کړې او يوازې د سيل په نامه ديوې موسسې له لوري ١٢ ميليون ډالر په تربيوي او تعليمې برخو کې له ولسي جرګې سره م� �سته کړې ده . په ناسته کې د تيلود لگښت په څيرد يو شمير نورو بې ځايه لګښتونو يادون هم شوى دي . ",وکيلانو تر ٢ خروارو ډير بادام او پسته خوړلي 5849, سيد حبيب وقار," كيسه چې خيال هر څو بدل كړم بيا كوچۍ مخې ته راشي زما د ژوند م� �ګرې لېونۍ مخې ته راشي چې خيال سره ملګرى شم له ژونده مې زړه تور شي پر ماپسې ملنګه تورپېكۍ مخې ته را� �ي چې مينه پكې نه وي ها دوستي باندې زما څه دي د لويو غرو له شانه چې خپلوۍ مخې ته راشي چې شپه شمه يواځې خيال پلو سره مې كار وي د خوب لويه دنيا كې هم كمكۍ مخې ته راشي غزل مې هغه خوښ دى چې له غم وي ويل � �وى ژړاؤ ستړې كړې چې ګونګۍ مخې ته راشي كيسه مې تل په غوږ كې ازانګې كړي يو ځل راشه لوى خنډ راته دودونه د نړۍ مخې ته راشي تاريخ مو چې پرې وياړي او هر ذهن كې ثبت شوې د پېغلو ها سرداره ملالۍ مخې ته را� �ي وقار مې پكې نغښتى او زما دارو درمل ده چې ژوند د ارمانونو ښاپېرۍ مخې ته راشي  د � �۳۸۳ كال د غوايي لسمه كابل پوهنتون مركزي شپه غالى ",كيسه 5850,سيد حبيب وقار," سيد حبيب وقار زما د نالښت او فريادونو ګيلې   يو ځ� �ې واوره اوبيا لاړه شه  چې هرې خوا ځې   ګوندې له سويو زړو خبره شې لږ رحم وكړې ګوندې څ� �ګند شي درته  د زړه دردونه زما غوږ شه راوګوره تېرى نور مكړه ګوره يواځې يمه پرته له تا نه مې  د زړه مينه څپې نه وهي  پرته له تا نه مې دا ژوند نور ادامه نه مومي ته زما ژوند يې زما � �از يې زما مينه زما كور يې  او زما د نالښت او فريادونو ګيلې يو ځلې واوره او بيا لاړه شه  چې هره خوا ځې پر دې پوهېږم داسې وخت به راشي چې زما مينه به بيا د ستا په زړه شي وصل او دا ستا زړه به زما مينې ته لېوال غوندې شي بيا لالهانده به  زما جونګړې څنګ ته راځې بيا به س� �توره او پښې يبلې  لېونۍ غوندې ټوپونه وهې څه به په لاس نه درځي بيا به زه نه وم نه مې مينه نه سلګۍ نه مې اوښكې نه ګيلې او نه سوالونه بس كالبوت به وم پروت تا به زه نه پېژنم بيا به دې نه پېژنم هېڅ به دې نه پېژنم هېڅ به دې نه پېژنم  ۱۳۸۲\\۰۲\\۲۶ كابل پوهنتون مركزي شپه غالى ", بيا به دې نه پېژنم 5851,," ميرولي جان لکڼوال� �ک نه شته چې لوی څښتن ښځې اونارينه دواړو ته دانسان لفظ کارولی يانې دواړه يې انسانان بللي همدا لامل دۍ چې د دواړو په اوږودټولنې له خوا يو لړوجايب وراچول شوي دي ،لوی خدای (ج) په قران کريم کې ددواړو له پاره د ياايهاا� �ناس اوياايهاالذين کلمې کارولي دي له دې په ښکاره ډول جوتيږي چې دښځې حقوق دبل هر دين او مذهب په نسبت په اسلام کې خوندي اوساتلي دي هغه حقوق چې داسلام مبارک دين ښځې ته ورکړي په بل هېڅ دين او مذهب کې يې سارۍ نه شوليدلۍ ،همدا داسلام مبارک دين و چې ښځې يې دجهالت له تورتورتم اوظلم څخه راوويستې اوبالاخره يې دهغوی دژوند هر اړخ ته جدي اوځانګړي پاملرنه وکړه ،ګورو چې دجهالت په موده کې به جونې ژوندی ښخيدې او دهغوی زيږيدنه به دکورنۍ له پاره دشرم او عار ځای ګڼل کېده ،په لنډ ډول دهغوی ژوند نه و خوندي نورحقوق يې لا څه .خوکله چې داسلام دمبين دين زرينې وړانګې دنړۍ پرګوټ ګوټ ولګيدې نوورسره ټول بشريت دژوند په راز او اغزاز وپوهيده ،ښځې چې دجهالت په دورکې پوره م حکومې او دهر ډول حقوقو څخه بې برخې وې داسلام په راتګ سره دهغوی ټول حقوق خوندي او محفوظ شول ،په ټولنه کې دوی ديوعالي اوممتاز مخلوق په حيث ځای ونيو دا چې څوک يې له حقوقو تېرۍ او سرغړونه کوي دا په دې مانا نه دی چې ګواکې اسلام ترې حقوق اخيستي بلکې ددې مانا داده چې ټولې نمګړتياوې په انسانانو کې دي نه په اسلام کې .داسلام مبين دين يو داسې بشپړاوهر اړخيز دين دی چې په هغه کې هېڅ ډول نمګړتيا وجود نه لري ،بلکې لوی خدای(ج) په خپله داسلام دين هراړخيز او کامل بللی ،کله چې لوی څښتن اسلام کامل اوبشپړ دين بللی نو دنمګړتيا پيدا کول په کې هېڅ ځای نه � �ري داچې ځيني خلک چې داسلام له حکمت اوبرکت بې خبره دي داسې پوچ تبليغات کوي چې ګواګې اسلام ښځه له حقوقوبې برخې کړي ده ،دا ډول خلک له يوې خوا له اسلامه بې خبره دي او له بلې خوا لمر په دوو ګوتو پټوي .تاسوله اسلامه دم خه ټول اديان اومذاهب له نظره تېرکړی اوبيا په هغوی کې دښځو حالات وڅيړۍ نودرته مالومه به شي چې هغه مهال ښځوکوم ډول ټولنيزموقف درلود اوکوم ډول حقوق يې خوندي او ساتلي و ،دلمر په څېر په يوځلانده شي ړوند قضاوت کول پرته له دې چې انسان دلمر له رڼا سره کرکه اونفرت لري بله مانا نه لري تاسو وګورۍ داسلام ستر پيغمبر دښځو دحقوقو په خوندي کولو اوساتلوکې څومره جدي و،هغه په خپل ژوندانه کې له درو شيانو سره زياته مينه درلوده چې يو له هغې څ خه يې خپلې ميرمنې هم وې ،هغه مبارک به نارينه دخپلو ميرمنو سره په غوره او نېک چلن مجبورول تر څوهغوی په ټولنه کې ځان دحقير مخلوق په حيث احساس نه کړي ،هغه مبارک تل په دې ټېنګار کاوو چې داانسانې ګډه جوړه بايدپه پوره صميم يت اوخواخوږۍ کې ژوند وکړي ،اسلام په کور کې دجونې پيداکيدل رحمت ګڼلی په داسې حال کې چې له اسلام دمخه دجهالت په دور کې جونې دشرم اوعار منبع بلل کيدې ان تر دې چې هغه مهال جونو ته دانسانيت په سترګه نه کتل کيدل خو داسلام دم بين دين په راتګ سره نه يوازې دا چې دوی د رحمت منبع وګڼل شوې بلکې د هغوی هر ډول بشري اوانساني حقوق يې د تل له پاره خوندي او محفوظ کړل په اسلام کې هېڅ قصورنه شته انسانه څه چې ګورې دا د عقل نمګړتيا ده",ښځه دانسان په حيث ( د ميرولي جان لکڼوال لیکنه ) 5852,," ", 5853,"ميرويس جلالزي"," د دوشنبې په ورځ د ملي شورا ځينو وكيلانو په داسي حال كې خبريالان له غونډي وايستل او په ځان پسې يې در وازې وتړلې چې د هغوى په وينا وكي� �انو غوښتل د خپلو لګښتونو او امتيازاتو په اړه خبري وكړي. په پارلمان كې د كابل د خلګو استازي مېرمن شك� �يه باركزۍ وويل چې د ملت استازي نشي كولاى خبريالان له غونډي وشړي، ځكه د آغلې باركزۍ په وينا دوى د وكيلانو او خلكو تر منځ د يوه نښلونكې پله حيثيت لري. خبريالان په داسي حال كې له غونډي را وايستل شول چې ټولو له ملي شورا سر ټكاوه او له ځان سره يې د وكيلانو دا كړنه د قانون خلاف عمل وبلله . د يادوني وړ ده چې د ملي شورا استازو په وار_وار خبريالان په جاسوي تورن كړې او هغوى يې د غلطو خبرونو په خپراوي هم ګرم بللي، خو خبريالان كه څه هم په ځينو برخو كي نيمګړتياوي لري سره له دې هم دا ادعا ګاني بې بنسټه بولي. ",د خبريالانو او پارلمان تر منځ ستونزي پاى نه مومي 5854,ميرويس جلالزي," رپوټونه د سنګين د پوليسو په حواله وايې چې دا جګړه د دوشنبې په ورځ د نوموړي ولايت په سينګن ولسوالي كې وروسته له هغه د پوليسو او طالب ياغيانو تر منځ ونښته چې طالبانو د تل په شان بيا هم هڅه وكړه چې دولتې اړخ ته زيان ورسوي. د پوليسو په قول په دي سپكه نښته كې دوى ته زيان نه دى رسېدلي خو دوه بريد كونكې له پښو غورځېدلې او مړې يې هم د بريد په ځاى كې پاتې شوي دي. ",د هملند په سنيګن ولسوالي كي جګړه وشوه 5855,," په خوست کې امنيتي چارواکو منلې، چې تېره شپه د خوست ښار او ګربزو ترمنځ سيمه کې ناپيژاندو کسانو د يوه ساختماني خصوصي شرکت ٣ تنه ساتونکي په نامالوم � �وري تښتولي دي. ناپيژاندو لومړى د نوموړى شرکت په دفتر بريد کړى دى چې له امله يې يو موټر هم ويجاړ شوى دى. د پيښي مسئوليت تراوسه چا په غاړه نه دى اخيستى. ",په خوست کې د يو شرکت ٣ تنه ساتونکي تښتول شوي 5856,قدوسي سليمانخيل," په موجوده وخت کي چي انساني تمدن دومره پرمختګ کړی چي د بشریت په تاریخ کي یې ساری نه لیدل کېږي او انسان ته یې هغه � �سانتیاوي او هوسایني پېرزو کړي دي چي مخکي چېرته ورڅخه نه وو برخمن شوی خو دې پرمختللي تمدن یواځي د انسان جسم ي او مادي اړخ ته چوپړ وهلی دی او د هغه روحاني او معنوي هغه اړخ ته یې چي هغه له نورو کایناتو څخه بېلوي هیڅ په خپل کچکول کي نه دي راوړي چي دې کمښت او نېمګړتیا هغه پرېشاني او سرګرداني زېږولي ده کوم چي په نتیجه کي یې په � �وېدېزه نړۍ کي زیات تره انسانان ځان وژني ته راپارولي دي ځکه چي هغوی ددې پرېشاني بل هیڅ درمل او حل له دې خوبوونکیو ټکیو څخه پرته بل څه ونه موندلو . د خواشیني ځای خو دا دی چي ددې پرېشاني اغېزې په اسلامي هېوادونو کي هم ترسترګو کېږي کله چي مسلمانانو خپلي مذهبي پوهني ته شاکړه او د الله تعالی له یاد او اطاعت څخه لېري پاته شول ، دلته به مونږ د همدغي پرېشاني اسباب ولوکه ډېر دي خو ځیني به یې په ګوته کړو : ۱-  د ایمان کمزو� �تیا: هغه مسلمان چي په الله تعالی او د هغه په رسول صلی الله علیه وسلم او دآخرت په ورځ قوي اېمان او ټینګه عقیده ولري هغه کله هم نه پرېشانه کېږي ځکه چي الله تعا� �ی فرمایې : ومن يعمل من الصالحات وهو مؤمن فلنحيينه حياة طيبة او هغه څوک چي نېک کارونه سرته رسوي او د قوي ایمان څښتن وي هغه ته مونږ خوندور او نېکمرغه ژوند و� �په برخه کوو. همدا راز اېمان د نېکو اعمالواو د خیر په کارونو او عبادتونوپه کولو او د ګناهونو او  شرعي مخالفتونو په پرېښودلو سره تقویه کېږي ، د قرآنکریم تلاوت کول او د هغه د آیتونو په معانیو او مفاهیمو کي فکر کول ، د الله تعالی د نېکانو بندګانو په مجلسونو کي ګډون کول او له هغوی سره مینه ساتل او د الله تعالی په مخلوقاتو او کایناتو کي تفکر کول هم په الله تعالی د مسلمان ایمان او عقیده ټېنګوي .  ۲- د ژوند او رزق وېره : ځیني کسان خو له دې وجهي په پرېشاني اخته کېږي چي له مرګ څخه یې وېره شي که هغه په دې عقیده ولري چي عمرونه د الله تعالی په واک کي دي کله به هم له مرګ څخه ونه وېرېږي او نه به پرېشانه شي ځیني نور بیا په دې وجه غم جن وي چي رزق به یې ختم شي او له نېستي سره به لاس او ګرېوان شي چي ستومانیوي به ورته پېښي کړي � �که چي کله یې هم دا آیت کریمه نه وي آورېدلی الله تعالی فرمایې: وما من دابة في الأرض إلا على الله رز� �ها هیڅ داسي څاروي په زمکه کي نشته چي رزق یې د الله تعالی په ذمه نه وي . الله تعالی مېږیانو ته په غارونو کي او چېنجیانو ته د تېږو او وچو پرښو په مېنځ کي رزق رسوي او انسان  چي الله تعالی وسایل هم ورته په واک کي ورکړي دي کله هم نه بې رزقه کېږي خو ددې معنا دا نه ده چي هغه د په کور کي کېني او ددې انتظار د باسي چي له آسمان څخه به سره او سپین ورته راو اورېږي بلکه خپله منډه او هڅي به کوي او اسباب به براب� �وي او بیا به هرڅه الله تعالی ته سپاري الله تعالی فرمایې : فامشوا في مناكبها وكلوا من رزقه د زمکي په اطرافو کي وځغلۍ او د الله له رزقونو څخه خواړه وخورۍ . بل ځای فرمایې : ومن يتوكل على الله فهو حسبه او چا چي په الله تعالی ځان وسپارلو هماغه یې کافي دی . 3- م صېبتونه او ستونځي : کله چي  د انسان یو قریب مړ شي او یا مالي تاوان ورته ورسېږي او یا په شدېده ناروغي اخته شي او کومه ټکه او حادثه ورپېښه شي انسان په پرېشاني اخته کېږي � �یکن هغه باید په دې عقیده ولري چي په دې کي د هغه خیر دی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : عجبا لأمر المؤمن ان شأنه كله خير إن اصابته سراء � �كر فكان خيراً له وإن اصابته ضراء صبر فكان خيراً له . د مؤمن حالت د حیرانتیا وړ دی کله چي خوشالي ورته رسېږي د الله تعالی شکر په ځای کوي هم د هغه په کي خیر (یعني دنیوي خوشالي او اخروي  اجر او ثواب) وي او چي کله له مصیبت او تکلیف سره مخامخ شي صبر ور باندي کوي هم د هغه په کي خیر وي . د صبر بدل دا وي چي الله تعالی ور ته اجر او ثواب ورکوي او الله تعالی یې ښه بدل په دنیا او آخرت کي ورکوي او هغه باید په دې باور ولري چي دا هرڅه چي هغه ته ورپېښېږي دا د الله تعالی فیصله او پرېکړه (قضاء او قدر) ده او الله تعالی چي بنده ته دڅه شي اراده وکړي بنده ته ضرور هغه ورپېښېږي که آسمانونه او زمکي او د دنیا هرطاقت د هغه مخنېوی کوي خو هغه نشي بندولای کله چي دا عقیده د انسان په کوګل کي ټېنګه او پخه شي هغه ضرور خوشاله کېږي او د مصېبت ځغمل ورته آسانه وي مونږ ډېر ځلي داسي لیدلي دي چي ستونځو له یوه کمزوري انسان څخه یو قوي شخصیت جوړ کړی دی په داسي حال کي چي یو وخت هغه د یوې وړې خبري تحمل نه شوای کولای خو ستونځو هغه ته تحمل ورزده کړ او د هغه د ژوند مسېر یې بدل کړ او د مصېبتونو په وړاندي یې یو فولادي دېوال ورڅخه جوړ کړ . 4-  ګناهونه : ګناهونه او د الله تعالی د حکمونو نافرماني په دنیا او آخرت کي د هري آزمویني او مصېبت لامل دی او ګناهونه د انسان په پرېشاني او دل تنګي کي مستقیم رول � �وبوي  الله تعالی فرمایې : وماأصابك من سيئة فمن نفسك که تاته کوم مصېبت رسېږي نو دهغه سبب ستا خپل ځان دی . بل ځای فرمایې : ظهر الفساد في البر والبحر بما كسبت أيدي الناس ليذيقهم بعض الذي عملوا لعلهم يرجعون. دا چي په وچه او دریاب کي فساد ښکاره شولو دا د هغو اعمالو نتېجه ده چي خلګ یې په خپلو لاسونو مرتکب شول تر څو الله تعالی انسانانو ته د هغوی د اعمالو ځیني نتایج ور وڅکي ښایې هغوی بېرته د الله تعالی اطاعت او ف� �مانبرداري ته را وګرزي . ځیني بد بخته کسان د مصېبت په وخت کي د ګناهونو ارتکاب ته په دې وجه وردانګي چي د هغوی په ګمان د پرېشاني مخه ورباندي ونیسي لیکن د پرې� �اني او مصېبت په وخت کي د ګناه ارتکاب دا سي مثال لري لکه په خټه کي چي د وچولو په نیت نوري اوبه تویې کړې اویا � �ه سختي تودوخي څخه اورته پناه یوسې . ۵- له آخرت څخه غفلت او په دنیا پوري د زړه تړل : هغه څوک چي فکر وهي او د جنت د ډول ډول نعمتونو تصور کوي  هغه ته د مشکلاتو او مصېبتونو په وړاندي مقاومت کول آسانه وي د امېدونو څړیکي یې په زړه کي را ژوندۍ کېږي او خپل ځان نېکمرغه احساس کوي . په پای کي به دا ووایو چي په څه ډول کولای شو له دې پرېشانیو څخه نجات پیدا کړو د پرېشانیو درملنه یواځي د ا� �له تعالی په کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتونو کي ده الله تعالی فرمایې :  إن الله لايغير مابقوم حتى يغيروا مابأنفسهم الله تعالی د یوه قوم حالت تر هغه وخته نه بدلوي ت� �څو چي هغوی خپل کړه وړه او نیتونه بدل نکړي. دا د پرېشانیو د له مېنځه وړلو لپاره یوه ګټوره وړیانسخه ده ویې آزمویه او بیا یې نتایج ته پخپله وګوره : ۱- لمونځ : لمونځ د بنده او الله تعالی تر مېنځ یوه د تماس کړۍ ده هر مسلمان چي په تدبر او خشوع سره یعني د زړه او اندامونو په عاجزي سره لونځ ادا کړي او د هغه په ذریعه د الله تعالی حضور ته پناه یوسي پرېشانیوي او غمونه یې داسي لېري شي لکه باد چي یې یوسي او هیڅ پرېشاني یې نه پاته کېږي . الله تعالی فرمایې: واستعینوا بالصبر وا� �صلاة او د ستونځو او مصېبتونو په وخت کي په صبر کولو او لمانځه سره له الله تعالی څخه مرسته غواړۍ . رسول الله صلی الله علیه وسلم ته چي به کله یو مشکل مخي ته راغی وبه یې فرمایل : ارحنا بالصلاة یا بلال و یقول جعلت فداه . اې بلاله په لمانځه مي هوسا کړه ، او دا به یې وفرمایل : تر ده مي قربان کړې . په بل حدیث شریف کي روایت دی فرمایې : جعلت قرة عیني في الصلاة . په لمانځه کي مي سترګي هوسا او یخي شي . ۲- د قرآنکریم تلاوت کول : د قرآنکریم تلاوت او د هغه په معانیو کي ژور فکر وهل د الله تعالی له کلام سره د بنده اړیکي ټېنګوي قرآنکریم د زړونو پسرلی او د کوګل رڼا ده د قرآنکریم تلاوت د زړونو زنګونه ، پ� �ېشاني وي او دوکونه له مېنځه وړي د هغه په هدایاتو عمل کول زمونږ هرډول ستونځي او پرېشانیوي له مېنځه وړي مونږ باید کله هم هغه ته شا ونه ګرځوو. وننزل من القرآن ما هو شفاء ورحمة للمؤم نين او مونږ له قرآنکریم څخه هغه څه را نازلوو چي هغه د مؤمنانو د هرډول مادي او معنوي فردي او اجتماعي رنځونولپاره علاج او رحمت دی . ۳- دعا د مسلمان وسله ده : د عا د مسلمان هغه وسله ده چي د هغې په واسطه د الله تعالی بنده جوړېږي هرڅوک چي یو ضرورت ولري او یا یو مشکل ورته رامخ ته شي سمد لاسه د همدغي وسلې ته لاس اچوي ځکه چي الله تعالی هغه مقتدر ذات دی چي د هرڅه واک او د هرمشکل چابي یوازي له هغه سره دي او هغه د ناچارو او سرګردانو بندګانو دعا قبلوي او تکلیف یې لېري کوي هغه په خپله فرمایې : وإذا سأ� �ك عبادي عني فإني قريب أجيب دعوة الداعي إذا دعان (اې محمده) کله چي زما بندګان له تاڅخه زما په هکله پوښتنه وکړي (نو ورته وایه چي) زه هغوی ته نژدې یم زه د هر بلونکي غوښتنه قبلوم که هغه یې له ما وغواړي . او ددعا د غوښتلو لپاره د هغه وختونه غوره کړي کوم چي په هغوکي د دعا قبلېدلو چانسونه زیات وي لکه د شپې آخري درېیمه برخه ، د اذان او ا� �امت تر مېنځ وخت ، د جمعې ددوو خطبو تر مینځ د امام په ناسته کي اوپه سفر کي چي دا ځایونه زیات ددې چانس لري چي د م ؤمن دعا ګاني په کي قبولي شي په خپله هم دعا وکړۍ او د الله تعالی له غورو بندګانو څخه هم د ځان لپاره دعا وغواړۍ . ۴- ذکر کول : تل خپله ژبه د الله تعالی په یاد لنده ساتل له انسان سره د مصېبتونو په له مېنځه وړلو کي مرسته کوي او شیطان شړي او د الله تعالی رحمتونه د ذاکرینو لورته را کاږي . همدا راز په هروخت کي په رسول ا� �له صلی الله علیه وسلم زیات درود ویل د انسان معقد او پېچلي کارونه آسانه کوي او د ستونځو په حل کي اساسي رول � �ري د لمانځه اللهم صل او اللهم بارک بهترین درودونه دي چي مسلمان یې باید تل او په تېره بیا له هر لمانځه څخه و� �وسته لس ځلي ووایې . رسول الله صلی الله علیه وسلم فرم ایې : من صلی علي صلاة صلی الله علیه بها عشرا . چاچي په ما یو ځلي درود وویلو الله تعالی په هغه لس ځلي رحمتونه اوروي . ۵- خپل فارغ وخت په عبادت او یا مباح کار مشغول ساتل ضروري ده ځکه چي فراغت او بېکاري انسان د فساد لورته بیایې او انسان په پالتو سوچونو او پرېشانېواخته کوي .الله تعالی ته لاس په دعا یو چي هغه زمونږ په ستونځو کي زم ونږ مرسته وکړي او مونږ ته د هغه خواته د رجوع کولو توفیق راکړي . په پای کي زما هیله داده چي په خپله دعا کي ما عاجز هم په یاد وساتۍ ځکه چي د مؤمن په غیاب کي د هغه لپاره دعا ضرور قبلېږي . ",د پرېشاني لاملونه او درملنه یې 5857,قدوسي سليمانخيل," مونږ مسلمانان ولو که هریو په دې عقیده لرو چي الله تعالی علیم خبیر بصیر او د انسان په ښکاره او پټو خبر دی خو په عملي ژوند او ورځنیو کړو وړو کي مو ددې عقیدې څه اثر په دې وجه نه لیدل کېږي چي زمونږ قول و فعل دده د ارشاداتو خلاف وي او که کله هم یو داسي موقع په لاس راشي چي هلته زمونږ مادي ګټي وي او یو څوک مو نه ورباندي ملامت کوي او یا څوک نه راباندي خبرېږي او یا په ټولنه کي زیات وګړي په هغه باندي اخته وي او عیب نه ګڼل کېږي او هغه ګټه په غیر شرعي طور زمونږ لاس ته راځي خو مونږ یې کوو او د الله تعالی نګراني او د هغه وعد او وعید مو له پام څخه غورځولي وي . ځکه خو مونږ په دې مقال کي ستاسو پام دې ته را اړوو چي مونږ په هرصورت او حالت کي چي څه کوو هغه د اسلام په تله وتلو او د الله تعالی مراقبت مو تل شامل حال وي او د هغو کارونو د کولو او یانه کولو پرېکړه د شریعت په چوکاټ کي وکړو کوم چي زمونږ مخي ته راځي . جبرائيل عليه السلام د يوې تعليمي مركې په ترځ كي له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه ْوكړه چي احسان څه ته وائي؟ هغه مبارك په ځواب كي ْورته ْوويل :  أن تعبد الله كأنك تراه فان لم تكن تراه  فانه يراك. (بخاري و م سلم عن أبي هريرة) د الله تعالى داسي عبادت كوه لكه ته چي هغه وينې او كه ته هغه نه ويني نو هغه  خو هرو مرو تا ويني . له سلف صالحينو څخه د الله تعالی يوه نېک بنده وغوښتل چي په عملي ژوند كي له خپلو زامنو ځخه دالله تعالى د پيژندني او معرفت امتحان واخلي هريوه ته یې يو يو مرغه وركړ او ویې ګمارل چي په بېلابېلو ځایونو کي یې په داسي وخت كي حلال كړي چي هلته څوك نه وي زامن ئي ولاړو او هريوه د خپل پلار حكم عملي كړ خو يو زوي ئي له ژوندي مرغه سره بيرته واپس راغلو كله چي پلار ئي د مرغه د نه حلالولو په هكله پوښتنه ځيني ْوكړه هغه په ځواب كي ْورته ْوويل: داسي ځاي مي ْونه موندلو چي هلته به هغه راسره نه ْوو پلار ئي پوه شو چي زوی ئي هغه سبق ياد ساتلی دی كوم چي هغه به په ماشومتوب كي ْورته ويل: ووايه زويكه چي الله تعالى ما ويني ، الله تعالى زما اوري او الله تعالى په ښكاره او پټه كي په شپه او ورځ كي زما د هرڅه ليدونكی او كتونكی دی او زوی ئي په همدې فكر او عقيده ځوان شوی ْوو. د الله تعالى مراقبت د زړه يواحساس دی چي په اندامونو ئي اثر ښكاره كېږي چي د الله تعالى له محرماتو ځخه اجتناب او د الله تعالى د اوامرو او نواهيو په ښكاره او پټه كي مراعات كول دی او چي كله ئي هم په هغه كي موجود حيواني عنصر او مفسد چاپيريال د شر لورته بيائي همدغه د الله تعالى د مراقبت احساس كنترول كوي . ځوان او د بېساري حسن خاوند حضرت يوسف ع� �يه السلام چي د مسلمانو ځوانانو لپاره يوه ښكلي بېلګه ده ، كله چي د مصر د مشر ښځي ( امرأة العزيز) خپل سينګار ْورته ْوكړ او د هغې په ګمان وخت او حالت بالكل مناسب ْوو په داسي حال كي چي ځوان يوسف (ع) د ځواني په جنوني او جوشي مرحله كي ْوو او دې په حسن او جمال مشهوري ښځي ځان ته ْور ْوبللو خو صرف يواځينی  � �يی  چي د هغه او معصيت په مينح كي پرده او خنډ واقع شو هغه د الله تعالى د مراقبت قوي احساس او عقيده وه الله تعالی دا قصه په قراّنكريم كي په دې شكل نقل كړي ده: وَقَالَ نِسْوَةٌ فِى الْمَدِينَةِ امْرَأَتُ الْعَزِيزِ تُرَاوِدُ فَتَاهَا عَن نَّفْسِهِ قَدْ شَغَفَهَا حُبًّا إِنَّا لَنَرَاهَا فِى ضَلَلٍ مُّبِينٍ فَلَمَّا سَمِعَتْ بِمَكْرِهِنَّ أَرْسَ� �َتْ إِلَيْهِنَّ وَأَعْتَدَتْ لَهُنَّ مُتَّكَئًا وَءَاتَتْ كُلَّ وَاحِدَةٍ مَّنْهُنَّ سِكِّينًا وَقَالَتِ اخْرُجْ عَلَيْهِنَّ فَلَمَّا رَأَيْنَهُ أَكْبَرْنَهُ وَقَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ وَقُلْنَ حَاشَ للَّهِ مَا هَاذَا بَشَرًا إِنْ هَذَآ إِلاَّ مَلَكٌ كَرِيمٌ قَالَتْ فَذالِكُنَّ الَّذِى لُمْتُنَّنِى فِيهِ وَلَقَدْ � �َاوَدتُّهُ عَن نَّفْسِهِ فَاسَتَعْصَمَ وَلَئِن لَّمْ يَفْعَلْ مَآ ءَامُرُهُ لَيُسْجَنَنَّ وَلَيَكُونًا م ِّن الصَّاغِرِينَ قَالَ رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَىَّ مِمَّا يَدْعُونَنِى إِلَيْهِ وَإِلاَّ تَصْرِفْ عَنِّى كَيْدَهُنَّ أَصْبُ إِلَيْهِنَّ وَأَكُن منَ الْجَاهِلِينَ فَاسْتَجَابَ لَهُ رَبُّهُ فَصَرَفَ عَنْهُ كَيْدَهُنَّ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ. په (مصر) ښار كي ښځو ْوويل د عزيز ( مشر يا خان) ښځه خپل ځوان (غلام) خپل ځان ته ْورغواړي هغه ددې ځوان ميني ليونۍ كړي ده مونږ هغه په ښكاره ګمراهي كي وينو، كله چي د مشر ښځي د هغوی پ� �وپاګند واوريدلو نودوی ته ئي دعوت ْور ْوليږلو او هغوی ته ئي تكيه ځايونه برابر كړل ( كله چي هغوي راغلې او كيناستلې ) هغوي ته ئي ( د خوراك د خوړلو لپاره چي د هغوی د ميلمه پالني رسم ْوو) چاړې او چاقوګان  ْوركړل او ( يوسف عليه السلام ته ئي) ْوويل چي د باندي پرې راْووزه كله چي  د هغوی ( ميلمنو ښځو په يوسف عليه السلام ) سترګي ْولګېد ې ( د هغه د بې مثاله حسن د ليدلو په وجه له ډيري خوشالي او تعجب  ځخه ) حيض ْورغی  يا د هغه حسن ډېر ستر ْورته ښكاره � �واو (دمېوو په ځای ئي)  خپل لاسونه غوڅ كړل او ْوئي ويل معاذ الله دا خوبشر نه ده دا يو خو يوه ښکلي عز تمنه فرشته ده ( دمشرښځي) ْورته ْوويل چي دا هماغه ځوان دی چي تاسي ما د هغه په مينه كي ملامتوئ م ا هغه بدكاري ته را ْوغوښتلو خو هغه ځان پاك ْوساتلو او كه هغه ځما غو ښتنه ْونه مني ضرور به زنداني شي او خام خا به بې عزته او سپك شي ْوويل (يوسف عليه السلام ) اې ځما پروردګاره زندان ماته تر هغه عمل غوره دی كوم چي ما ښځي  د هغه لور ته ؤر بولي كه ته د هغوی فريب له ما ځخه ْونه ګرزوې زه به د هغوی خواته مائل شم او زه به د جاهلانو په ټولۍ كي ْوګڼل شم الله تعالى د هغه دعا قبوله كړه او (يوسف عليه السلام ) ته ئي د هغوی � �ه فريب ځخه نجات ْوركړ په ريښتياچي الله تعالى اوريدونكی او باخبردی ( تفسير له الدر المنثور ځخه) د الله تعالى رضا ته د رسيد� �و لپاره د كاميابي ترازو د احسان هغه مقام دی كوم چي په مخګیني حديث كي ذكرشو او دا مقام د مشاهدت او مراقبت دی مراقبت دې ته وائي چي له تاسره ددې احساس پيداشي چي الله تعالى تا ويني او احسان دې ته وائي چي ته د الله تعالى داسي بنده جوړ شې لكه هغه چي تاته ګورې په دې باندي مسلمان د اطاعت او نه معصيت هغه ْوچت مقام ته رسېږي چي هغه د مراقبت مقام دی. د مْومن دا عقيده چي الله تعالى هغه ويني او د هغه په ښكاره او پټه ، په ظاهر او باطن خبر دي د ښكاره او پټو ګناهونو د پريښودلو ستر اوأغېزمن عامل ګڼل كېږي او انسان هغه وخت د ګناهونو او جرائمو مرتكب كېږي كله چي هغه له دې احساس ځخه غافل شي،  الله تعالى د جهنميانو په هكله چي هغوی ولي په دنيا كي ګناهونه كول فرمائي : وَمَا كُنتُمْ تَسْتَتِرُونَ أَن يَشْهَدَ عَلَيْكُمْ سَمْعُكُمْ وَلاَ أَبْصَارُكُمْ وَلاَ جُلُودُكُمْ وَلَكِن ظَنَنتُمْ � �َنَّ اللَّهَ لاَ يَعْلَمُ كَثِيراً مِّمَّا تَعْمَلُونَ وَذَلِكُمْ ظَنُّكُمُ الَّذِى ظَنَنتُم بِرَبِّكُمْ � �َرْدَاكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ مِّنَ الُخَاسِرِينَ. وفي الآية تنبيه على أن المؤمن ينبغي أن لا يمر عليه حال إلا بملاحظة أن عليه رقيبا (روح المعاني) ( تفسير ) اوهغه ګناهونه چي تاسي د پردو او ديوالونو شاته نه صرف په دې نيت پټ كول چي ستاسو د غوږونو او سترګو او څرمنو د قيامت په ورځ له شهادت ْوركولو ځخه ئي پټ ْوساتي بلكه ستاسو دا خيال ْوو چي الله تعالى ستاسو په زياتو هغو كا� �ونو نه دی خبر چي تاسو به كول دا ستاسو هغه غلط ګمان او خيال ْوو چي تاسي په خپل پروردګار كولو او همدغه ګمان تاسو هلاك كړي یاست ځكه خواوس په نقصان او خساره كي ياست.     هغه څوک چي په دې کلک باور او عقیده ولري چي الله تعالی په هرخت او هرځای کي د خپلو بندګانو اعمال څاري  او د هغه � �ه علم څخه هیڅ شی پټ نه دي هغه بیا کله هم دداسي اعمالو نه مرتکب کېږي کوم چي د الله تعالی  ناخوښي او نافرماني په کي وي  او له ځان سره به ئي حتماً ټینګ حساب نيولی وي او د آخرت دورځي لپاره به تياري نيسي او ښكاره او پټ به هغه ته برابر وي همدا وجه ده چي رسول الله صلى الله عليه وسلم په زيات ترو وصيتونو كي فرمائيلي دي:     ( اتق الله حيثما كنت ) په هرحالت او هرځای کي  له الله تعالى ځخه ويرېږه . په ښكاره او پټه كي د الله تعالى وېره د نجات هغه يوازينۍ ذريعه ده چي په دنيا او آخرت كي د انسان د سعادت سبب ګرزي ځكه خو زمونږ ګران پيغمبر (ص) به تل په خپله دعا كي ويل : (اللهم اني أسالك خشيتك في الغيب و الشهادة ) . اې الله زه په ښکاره او پټه کي � �ه تا ځخه د وېرېدلو سوال کوم . لكه ابو نواس شاعر چي وائي : إذا ما خلوت الدهر يوما فلا تقل ............... خلوت ولكن قل علي ر� �يب ولا تحسبن الله يغفل ساعة ..................... و� �ا أن ما يخفى عليه يغيب چي كله هم يوازي شوې داسي مه وايه چي يوازي يم بلكه داسي وايه چي په ما يو نګران شته او كله هم داسي ګمان مه كوه چي الله تعالى به يوه شيبه غافل وي او يا هغه كار چي ستا په ګمان په پټ ځای او ترږمۍ کي سرته � �سېږي له هغه ځخه به هم پټ وي .     امير الموْمنين عمر بن الخطاب رضي الله تعالى عنه په يوه مس� �مان شپون تېريدلو ْوئي غوښتل چي د هغه د عقیدې امتحان واخلي او ْورته ْوئي ويل: چي ماته يو پوسه راكړه او خاوند ته ئي ْووايه چي هغه ليوه ْوخوړ ، شپون ْورته ْوويل چي الله تعالى خو په حقیقت خبر دی او هغه ما ويني ، عمربن الخطاب رضي الله تعالى عنه ددې شپون په تقوا ْوژړل  او له هغه سره د هغه بادار ته ْورغی  هغه شپون ئي په بيه ځیني واخيست او د هغه له غلامي څخه ئي ازاد كړ.     په دې اساس  مونږ ته په كار ده چي په خپلو ټولو كړووړو ، عباداتو او معاملاتو ، په انفرادي او اجتماعي  ژوند كي په هره ګړۍ او شيبه كي په ښكا� �ه او پټه كي په الله تعالى د خبير ، بصير ، سميع ، عليم  يعني ليدونكي ، كتونكي ، او� �يدونكي او باخبر داسي عقيده ْوساتو چي زمونږ په ورځني ژوند کي د هغه آثار ښکاره شي هله به زمونږ په عملي ژوند كي تقوا وجود ْومومي او په نتيجه كي به اخروي او دنيوي نيكمرغي او كاميابي زمونږ په برخه شي ان شاء الله تعا� �ى . ",د انسان په اصلاح کي د الهي مراقبت رول 5858,قدوسي سليمانخيل," دمسلمان مال او ياعزت ته نقصان رسول زمونږ د ژوند معمول او زمونږ د كړووړو او تعامل يوه برخه ګرزېدلي ده او اسلام دا عمل حرام بللي دي دا يو بنيادي اصل دي او متفرعات ئي ډېردي خومونږ ئي دلته په عمومي شكل يادووزمونږ كه كله هم د يوچا په مال او يا د هغه په عزت لاس برشي نو غالبا هيڅ صرفه نه پرې كوو او غنيمت ئي ګڼو خواه كه زمونږ هماغه شي ته ضرورت وي او که نه وي او یا زمونږ په ګټه وي او یا نه وي، زمونږ د يوه مسلمان ورور په مال او عزت د برلاسي په وخت كي م ونږ ته په كاردادي چي په هغه كي هغه نا مطلوب تصرف ْونكړو كوم چي مونږ ته زمونږ دېن  د هغه اجازت نه راکوي او له مونږ سره على الدوام بايددا احساس موجود وي چي كه د يوبل چا زمونږ په مال او يا عزت � �اس ْورسېږي په څه شكل تعامل بايد راسره ْوكړي كه هغه زمونږ په مال او يا په عزت كي نا جائز تصرف كوي آيا دابه زمونږ په زړونو څه اغيزه كوي او زمونږ عكس العمل به څه وي په همدې شكل ستا مسلمان ورور هم ستاپه شان د خپل ځان � �پاره ستا دا شوم عمل او ناحق تصرف د خپل ځان لپاره نه خوښوي كه له مونږ سره دا احساس هروخت موجود وي نو بيا د يوچا مال او عزت ته د نقصان رسولو پوښتنه نه پيدا كېږي او ددي په ځاي چي د يوچا دمال او يا عزت لوټوونكي شو په اوتو ماتيك او غیر ارادي شكل به د هغه پاسبان او ساتونكي جوړشوپه عربي ژبه كي يوه مقوله ده: وائي : ( عامل الناس كما تحب ان يعام� �وك ) له خلګو سره داسي معامله كوه لكه  ستا زړه چي ئي غواړي چي نور له تاسره هماغه معامله ْوكړي.  او دا احساس له كامل م ْومن سره هروخت او په هر حالت كي موجود وي.،  راشۍ چي وګورو رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوه ځوان صحابي روزنه په څه شکل کوي ؟ ابوامامه رضي الله تعالى عنه د دي حديث راوي دي فرم ائي: عن أبي أمامة قال: إن فتى شاباً أتى النبي صلى الله عليه وس� �م، فقال: يا رسول الله، ائذن لي بالزنا، فأقبل القوم عليه فزجروه، وقالوا: مه مه، فقال: ادنه فدنا منه قريباً، � �ال: فجلس، قال: أتحبه لأمك؟ قال: لا، والله جعلني الله فداءك، قال: ولا الناس يحبونه لأمهاتهم، قال: أفتحبه � �ابنتك؟ قال: لا، والله يا رسول الله جعلني الله فداءك، قال: ولا الناس يحبونه لبناتهم، قال: أفتحبه لأختك؟ � �ال: لا، والله جعلني الله فداءك، قال: ولا الناس يحبونه لأخواتهم، قال: أفتحبه لعمتك؟ قال: لا، والله جعلني ا� �له فداءك، قال: ولا الناس يحبونه لعماتهم، قال: أفتحبه لخالتك؟ قال: ولا، والله جعلني الله فداءك، قال: ولا ا� �ناس يحبونه لخالاتهم، قال: فوضع يده عليه وقال: اللهم اغفر ذنبه، وطهِّر قلبه، وحصِّن فرجه، فلم يكن الفتى بعد � �لك يلتفت إلى شيء. ( الخصائص الكبرى للسيوطي) يوځوان رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغي او ْورته ْوئي ويل: يارسول الله ماته د زنا كولو اجازت ْوكړه حاضرينو مخ ْور واړولو او( د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حضور کي په دې ګستاخي ) ؤیي ترټلوچي چپ شه خو رسول الله صلى الله عليه وسلم ْورته ْوفرمايل چي رانژدې شه هغه نژدې ْورته راغی او په خوا كي ئي كيناستلو رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه ته ْوفرمايل آياته داكارد خپلي مور لپاره خوښوي؟ هغه ْورته ْويل چي په الله تعالى مي د قسم وي زه دانه خوښوم الله تعالى مي د له تا ځخه قربان كړي رسول الله صلى الله عليه وسلم   هغه ته  ْوفرمايل ستا په شان نور خلګ هم دخپلو مېندو لپاره دا كار نه خوښوي رسول الله صلى الله عليه وسلم  هغه ته بيا ْوفرمايل آياته داكار د خپلي لور لپاره خوښوي؟ هغه ْورته ْويل چي په الله تعالى مي د قسم وي زه دانه خوښوم الله تعالى مي د له تا ځخه � �ربان كړي  رسول الله صلى الله عليه وسلم  هغه ته ْوفرمايل ستا په شان نور خلګ هم دخپلولورانو لپاره دا كار نه خوښوي رسول الله صلى الله عليه وسلم  هغه ته بيا ْوفرمايل آياته داكار د خپلي خور لپاره خوښوي؟ هغه ْورته ْويل چي په الله تعالى مي د قسم وي زه دانه خوښوم الله تعالى مي د له تا ځخه قربان كړي  رسول الله صلى الله عليه وسلم  هغه ته ْوفرمايل ستا په شان نور خلګ هم دخپلوخورانو لپاره دا كار نه خوښوي رسول الله صلى الله عليه وسلم  هغه ته بيا ْوفرمايل آياته داكار د خپلي ترور لپاره خوښوي؟ هغه ْورته ْويل چي په الله تعالى مي د قسم وي زه دانه خوښوم الله تعالى مي د له تا ځخه قربان كړي  رسول الله صلى الله عليه وسلم  هغه ته ْوفرمايل ستا په شان نور خلګ هم دخپلوترورانو لپاره دا كار نه خوښوي رسول الله صلى الله عليه وسلم  هغه ته بيا ْوف� �مايل اّياته داكار د خپلي خالې (د مور دخور) لپاره خوښوي؟ هغه ْورته ْويل چي په الله تعالى مي د قسم وي زه دانه خوښوم الله تعالى مي د له تا ځخه قربان كړي  رسول الله صلى الله عليه وسلم  هغه ته ْوفرمايل ستا په شان نور خلګ هم دخپلوخاله ګانو لپاره دا كار نه خوښوي او بيا رسول ال� �ه صلى الله عليه وسلم خپل لاس مبارك دهغه ځوان په سر كېښود او ْوئي فرمايل اي الله  ددي ځوان ګناه ْوبښه زړه ئي پاك كړه اوله بد فعلي ئي ْوساته له هغه وروسته بيا هغه ځوان كله هم غلط ْونه كتل . و في رواية فقال له النبي  صلى الله عليه وسلم  فاكره ما كره الله وأحب لأخيك ما تحب لنفسك قال يا رسول الله فادع الله أن يبغض إلي النساء قال النبي  صلى الله عليه وسلم  اللهم بغض إليه النساء قال فانصرف الرجل ثم رجع إليه بعد ليال فقال يا رسول الله ما من شيء أبغض إلي من النساء فائذن لي با� �سياحة فقال النبي  صلى الله عليه وسلم  إن سياحة أمتي ا� �جهاد في سبيل الله (سنن البيهقي الكبرى) بيهقي په بل روايت كي وائي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه ځوان ته ْوفرمايل: كوم كارچي الله تعالى بد ګڼلی هغه بد ګڼه او خپل مسلمان ورور ته هغه څه خوښوه چي ځان ته ئي خوښوي هغه ځوان رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ْوويل چي ما ته له الله تعالى ځخه دعا ْوغواړه چي ښځينه مي تر پام بدي كړي رسول الله دعا ْوغوښتله چي اې الله ښځي ئي ترپام بدي كړه هغه ځوان ولاړ يو څه موده وروسته بيرته راغی او رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ئي ْوويل  چي يا رسول الله هيڅ يو شی مي دومره تر پام نه دي بدشوی لكه ښڅينه چي مي اوس بدي اېسي او ماته د تفريحي سفر (سياحت) اجازت ْوكړه رسول الله صلى الله عليه وسلم ْورته ْوفرمايل: زما د امت سياحت د الله تعالی په لاره كي جهاد كول دی . عن ابن عباس قال :  قال رسول الله صلى الله عليه وسلم في حجة الوداع : يا أيها الناس ؟ أي يوم هذا ؟ قالوا : هذا يوم حرام ، قال : أي بلد هذا ؟ قالوا : بلد حرام ، قال : فأي شهر هذا ؟ قالوا : شهر حرام ، قال : إن أموالكم ودم اءكم وأعراضكم عليكم حرام ، كحرمة يومكم هذا في بلدكم هذا في شهركم هذا ، ثم أعادها مراراً ، ثم رفع رأسه إلى السماء ، فقال : اللهم هل بلّغت؟ فاشهد. (مصنف ابن ابي شيبة ـ  مسند احمد ) عبدالله بن عباس رضي الله تعالى عنهما روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم د حجة الوداع په خطبه كي ْو فرمايل: اې خلګو دا كومه  ورځ دي؟ دوي ْوويل : دا محترمه  او مقدسه ورځ  ده،   ده (ص) ْوفرمايل داكوم ښاردي؟ دوي ْوويل: دا محترم  او مقدس ښار  دی ، ده (ص) ْوفرمايل: دا كومه مياشت ده؟ دوي ورته ْوويل دامح ترمه اومقدسه مياشت ده ؟  رسول الله صلى الله عليه ْوفرمايل: ستا سو مالونه , ستاسو خونونه , ( وېني )  او ستا سو عزتونه داسي يو بل ته محترم اومقدس دي  لكه همدغه ورځ او همدغه ښار او همدغه مياشت  چي  محترم دي رسول الله صلى الله عليه وسلم دا خبره څو ځلي تكرار كړه او بيا ئي خپل سر د آسمان لور ته ؤچت کړ (د اّسمان لو رته یي ْوكتل) او ْوئي فرمايل: اې الله تعالی ته شاهد اوسه  چي ما ستادين خ� �ګو ته ْورسولو . ",د مسلمان د مال او عزت ساتنه 5859,قدوسي سليمانخيل," مسلمانان ټول د يوه جسم حيثيت لري دایو اسلامي اصل دی او مسلمانان په دې مکلف دي چي دا اصل په خپل ورځني ژوند کي عملي وګرځوي ،زمونږ  د ستونځو اساسي لامل دا دی چي مونږ  په انفرادي شکل خو هریو د خپلو ستونځو د هوارولو او د منافعو د ساتلو لپاره تل لګیایو خو د بل مسلمان ورور ستونځي خپلي او د هغه ګټي خپلي ګټي نه ګڼو چي د همدې عمل په اساس ځانځاني او د انانیت رنځ ددې اصل ځای نېولی دی  په مونږ لازمه ده چي زمونږ  ټول كړه  وړه باید ددې احساس  څرګندوی وي چي د اسلامي امت هر وګړی خپل تن  او د اسلامي نړۍ هره ټوټه خپله خاوره وګڼو ،  ژبني ، نژادي ، سېمه ایز او جغرافبایي بندرونه زمونږ تر مېنځ درزونه وانه چوي ،  زمونږ معاملات ، راشه درشه ،  تعلقات ، خپلوي ، رفاقت او ملګرتيا او راکړه  ورکړه مقصد داچي هرڅه بايد له دي احساس ځخه برخوردار وي ددي احساس په درلودلو سره ديوبل منافع خوندي ْوساتو او له يو بل ځخه تك� �يف او ستوماني لري كړو دا احساس له مونږ څخه مطلوب دی او په دې احساس هم الله تعالى خوشاله كيږي او هم په ژوند كي لذت پيدا كوي. عن نعمان بن بشير قال سمعت رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وسلم يقول مثل المؤمنين في توادهم وتراحمهم وتعاطفهم كمثل الجسد الواحد إذا اشتكى عضو م نه تداعى له سائر الأعضاء بالحمى والسهر. (مسلم) نعمان بن بشير رضي الله تعالى عنه روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: د مس� �مانانو مثال په  خپلوي ، زړسوي او همدردي كي د يوه بدن دی  كله چي د جسم يو اندام درد کوي  ټول جسم ْور سره بيخوبه او ناقراره وي . فقهاء وایي که په ختیځ کي د کفارو له خوا یوه مسلمانه ښځه اسیره شي او د هغه ځای مسلمانان یې له خلاصولو ځخه بېوسه وي د لوېدیز په مسلمانانو دا فرض ده چي د هغې آزادولو ته ور ودانګي همدا راز که د اسلام په خاوره د کافرانو له خوا تېری وشي او اشغال شي  او د هغه ځای مسلمانان یې له آزادولو څخه عاجز وي په ټولو مسلمانانو د هغې خاوري آزادول فرض عین دی . د اسلامي اخوت مثا� �ونه زیات دي او په کتابونو کي یې تفصیل ذکرشوی دی چي  ذکرشوی حدیث شریف یې خلاصه ده په دې معنا چي هر مسلمان خواه که هغه هرڅوک وي مونږ یې باید د خپل تن یو اندام وبولو د هغه خوشالي خپله خوشالی وګڼو او د هغه غم خپل غم وګڼو. عن أبي موسى قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم  المؤمن للمؤمن كالبنيان يشد بعضه بعضا و شبك أصابعه.  ( متفق عليه) ابو موسى الاشعري رضي الله تعالى عنه روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل : يو مسلمان د بل مسلمان لپاره د عمارت مثال لري چي يوه خښته ئي بله خښته راټینګوي او( او د مثال په توګه)  ديوه لاس ګوتي ئي د بل لاس په ګوتو كي بندي كړې.  دامعنا چي يو مسلمان د بل مسلمان � �پاره دا سي كومكي او پشتيبان وي لكه ديوه تعمير خښتي چي يوه دبلي پشتيبان وي او اسلامي ټولنه هم د يوه تعمير مثال لري چي افراد ئي د خښتو رول لوبوي كه خښتي يوه له بلي سره ْونه نښلي تعمير كله هم نه درېدلای شي او نه ب� �پړېدلای شي په همدي شكل اسلامي ټولنه تر هغه وخته تحقق نشي موندلای چي تر څو افراد ئي يعني مسلمانان د يو بل په څنګ كي ْو نه درېږي او یو بل ځانته نژدې نکړي . کله چي یو مسلمان په دې عقېده ولري چي اسلامي امت ټول یو بدن دی او مونږ مسلمانان یې بېلابېل اعضاء او اندامونه یو بیا به له هغه سره ضرور د ټولو مسلمانانو د ستونځو فکر وي او تل به زیار باسي چي په هغو ممکنو وسایلو سره چي په لاس کي یې لري د هغوی د ستونځو په له مېنځه وړلو کي اغېزمن قدمونه واخلي . دا چي ځیني مسلم انان په دې غلط فهمي اخته دي چي که د مثال په توګه یو عرب وویني چي په غیر عربي هېواد کي د اسلام د دښمنانو په وړاندي جنګېږي وایې ولي همدغه عرب په خپله خاوره کي جهاد نه کوي هغوی ولي فلسطین ته نه ځي ، دا منتقدین وروڼه باید د یو مسلمان په صفت په دې پوه شي چي دا اسلامي خاوره هم د هغه مسلمان ورورخپله خاوره ده او هغه همدې اسلامي احساس دلته راوستلی دی چي ددې ځای مسلمانان خپل وروڼه او خپل بدن بولي او خاوره یې خپله خاوره ګڼي په همدې شکل مونږ ته په کارده چي که د نړۍ په هرګوټ کي د مسلمانانو خاوره د یرغلګرو کفارو تر تجاوز لاندي وي هغه په خپله خاوره تېری وګڼو ، د هغوی ویر خپل ویر وګڼو  دهغوی د درد احساس وکړو د هغوی د بریالیتوبونو لپاره دعاګاني وکړو چي دا د هر مسلمان مقدور دی ، کشمیر،  فلسطین ، عراق،  افغانستان ، سودان اود اسلامي نړۍ په هرځای کي چي کفار لاسوهنه کوي که د مسلحانه مقاومت توان په مونږ کي نه وي د هغوی د نصرت لپاره یو خیر و خیرات  او دعا خو کولای شو. هسي هم دا دنیوي ژوند یو ټاکلی وخت دی چي تل پایښت نلري او چي کله سترګي پټي شي بیا به دا ژوند او د هغه ماجری هسي د اوبو په مخ یوه کرښه وي چي له نیک عمل او اسلامي احساس څخه علاوه به هرڅه زمونږ د غاړي طوق وي ، او له مونږ څخه به د قیامت په ورځ ا� �له تعالی ددې هرڅه پوښتنه کوي الله تعالی فرمایي: . إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ � �ُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَاْ رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ  په رېښتیاسره چي همدغه اسلام ستاسو امت دی یو امت دی او زه ستاسو پروردګار یم زما عبادت او بندګي کوۍ . دا زما خود ساخته خبري نه دي دا د اسلام د اجتماعي نظام غوښتني دي ، دا دقر� �نکریم او نبوي احادیثو مدلول دی همدا راز د ا د اسلام د روح او جسم آواز دی چي مسلمان ور ته متوجه کوي  . مسلمان که د ملت آواز وچتوي نو موخه یې باید اسلامي ملت وي او که د قوم آواز وچتوی نو منظور یې باید مسلمان قوم وي او که د عقیدې او اېډیالوژي خبري کوي نو محور یې باید اسلام وي  . همدا � �از  یو رېښتنی پوه او باشعورمسلمان تل باید له داسي حرکتونو څخه لېري واوسي چي هغه د اسلامي امت وحدت ته زیان رسوي هغه که خبري کوي او که فکر او سوچ وهي او که څه لیکي مقصد دا چي که په هر موقعیت کي قرار لري خو نصب العین یې باید یواځي د اسلامي امت وحدت او د هغه مجد او برم ته رسېدل او اعلاء کلمة الله وي هغه ته مادي ګټي او شه� �ت او د مقام ساتل باید ارزښت ونلري او یواځي د الله تعالی رضا تر هرڅه لوړه او ارزښتمنه وګڼي . ",مسلمانان ټول د يو بدن مثال لري 5860,قدوسي سليمانخيل,"  زمونږ د ستونزو بنيادي عامل دادي چي مونږ په ژوند كي تقوا وجود نلري حال داچي قراّنكريم قدم په قدم مونږ ته په تقوا توصيه كوي د تقوا معنا  د الله له عذاب ځخه وېره كول او ددې وېري په سیوري کي له هغو منكراتو او محظوراتو ځخه ځان ساتل دی كوم چي مونږ زم ونږ دېن له هغه ځخه منع كړي يو او د الله تعالى د رحمت او ثواب په اميد د هغو كارونو كول دی كوم چي مونږ اسلامي � �ريعت په هغه مكلف كړي يو. كه دا احساس زمونږ د روزمره ژوندمراقب او نګران وي بيا به زمونږ كردار او ګفتار نه زمونږ لپاره د پرېشاني سبب وي او نه به زمونږ په خواوشاكي د نورو مسلمانانو لپاره د  خفګان او  اّزار منشا جوړ شي په دي اساس په مونږ لازمه ده چي په هروخت او هر حالت كي  په ښكاره او په پټه الله تعالى زمونږ د اعمالو كتونكی او ليدونكی ْوګڼو او د هغه اوامر او نواهي په پام كي ْونيسو او د تقوا په رڼا كي له هرچا سره خپلي اړیکي وساتو. اوتقوا هغه وخت زمونږ په زړونو كي ځای نيولی شي چي � �ه مونږ سره دا حساس وي چي مرګ  ډير نژدې دی او كېدای شي په نا معلوم وخت كي زمونږ لاره ډب كړي او د ژوند پړاو را باندي قطع كړي بيا به مو هرچانس او فرصت له لاسه وتلي وي اومونږ ډير داسي وروڼه له خپله لاسه خاوروته سپارلي دي  او روزانه یې سپارو چي په صحت او قوت ، سرمايه او ثروت ، شان و شوكت ، جرات او هيبت ، علم او معرفت  ، نوم اوشهرت كي له مونږ ځخه ډير او څو چنده زيات ْوو خو اوس د قبر اسېران دي او د عمل چانس ئي � �ه لاسه ْوتلي دی  الله تعالى د ورباندي رحم وکړي . عن عبدالله بن عباس رضي الله تعالى عنهما قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  لرجل وهو يعظه اغتنم خمسا قبل خمس شبابك قبل هرمك وصحتك قبل سقمك وغناك قبل فقرك وفراغك قبل شغلك وحياتك قبل موتك. (المستدرك) له عبدالله بن عباس رضي الله تعالى عنهما ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم يوه سړي ته په نصيحت كولوكي ْوفرمايل: پنځه شيان ترپنځو شيانو مخكي غنيمت ْوګڼه ځواني تر بوډاتوب مخكي ، روغتيا تر نا� �وغي مخكي ، اوبادي تر نيستي مخكي ، فراغت تر مشغولتيا مخكي او ژوند تر مرګ مخكي . غنيمت ئي ْوګڼه دا معنا چي د خپل ځان لپاره د خير په كارونو كي ګټه ځيني واخله او كه زمونږ مرګ په ياد وي بيا به كله هم داسي عمل ‌ْونكړو چي هغه زمونږ د اخروي ژوند د تباهي سبب جوړ شي سعدي رحمة الله تعالى عليه فرمائي : اې فلانيه يو دخير كار ْوكړه او ژوند يوه ښه اوستره ګټه ْوبوله مخكي له دې چي اعلان ْوشي چي فلانی په حق ْورسيدلو. الله تعالى فرمائي: يأَيُّهَا الَّذِينَ آم َنُواْ ادْخُلُواْ فِي السلْمِ كَآفَّةً وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ  عَدُوٌّ مُّبِينٌ * اې د اېمان خاوندانو پوره اوبشپړ په اسلام كي ننــْوزۍ  او د � �يطان په پلونو ًپلونه مه ږدی  په ريښتيا سره چي هغه ستاسو ښكاره دښمن دی.  په دي آيت كريمه كي په اسلام كي بشپړ نه ننوتل او یا د نیمایي اسلام منل د شيطان  اتباع  ګڼــل شوي ده. اسلام د ژوندانه يو بشپړ قانون دي هغه صرف د يو مخصوص عبادت نوم نه دي په اسلام كي د پوره ننوتلو معنا دادي چي هغه د خپل ژوند په انفرادي او اجتماعي اړخونو کي بشپړ په ځان عملي كړو او د ژوند په هره زاويه كي د هغه هدايات په پام كي ْو نيسو داسي نه چي كله يو شرعي حكم زمونږ په ګټـه وي هلته پيا مونږ شريعت منو او كه د شريعت حكم زمونږ د مفاداتو او خواهشاتو خلاف وو او یا یې زمونږ له تګلاري سره ټکر در� �ودلو بيا ئي نه منو په داسي حال کي چي قرآنکریم فرمایې : وما كان لمؤمن ولا مؤمنة إذا قضى الله ورسوله أمرا أن يكون لهم الخيرة من أمرهم . هیڅ مسلمان نارینه او مسلماني م ېرمني ته ددې اجازت نشته چي کله هم الله تعالی او دهغه رسول د یوې خبري په هکله پرېکړه وکړي او هغوی د یې په منلو کي خوښ رضا وي .  بل دا چي په نیمایي آسماني وحي عمل کول او نیمایي شاته غورځول د يهود او نصارى وو کړن� �اره وه چي الله تعالى په قراّنكريم كي د هغو يادونه داسي كړي ده: يْومنون ببعض الكتب و يكفرون بما وراءه. هغوي يعني يهود او نصارى د اّسماني كتابونو په ځينو برخو ايمان لري او � �ه ځينو نورو برخوځخه ئي انكاركوي. زمونږ باید دا عقیده وي چي هره خبر له خولي ځخه راباسو هغه په مونږ پسي ليكله كېږي الله تعالى فرم ائي: ما يلفظ من قول الا لديه رقيب عتيد . هيڅ يوه داسي خبره نشته  چي د هغوي له خولي ځخه را ْوځي مګرپه هغو خبرو يو(داسي) نګران شته (چي هغه دا ټولي خبري ياد ساتي). بل ځائ الله تعالى فرمائي: وَكُلَّ إِنْسَانٍ أَلْزَمْنَاهُ طَآئِ� �َهُ فِي عُنُقِهِ وَنُخْرِجُ لَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ كِتَاباً يَلْقَاهُ مَنْشُوراً* اقْرَأْ كَتَابَكَ كَفَى بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيباً * او د هر انسان په غاړه كي مونږ دهغه مرغه ( اعمال ) ورنښلـولي دي او د قيامت  په ورځ به مونږ هغه ته (د هغه د اعمالو) د فـتر را ْوباسو  چي غوړېدلي به ئي تر لاسه كړي (او ورته ْوبه ويل شي چي) ْولوله ستا (د اعمالو) د فـتر كافي ده ستا خپل ځان  له تاسره حساب كـْوونكی . همدا راز کله چي د یوداسي قول او یا فعل مرتکب شو چي هغه د اسلامي شریعت له نظره غیر مرغوب وي باید سمد لاسه یې پرېږدو او ورباندي پښېمانه شو او الله تعالی ته ورباندي توبه وباسو په معصیت باندي ندامت او پښېم اني نه یواځي داچي هغه ګناه بښله کېږي بلکه د الله تعالی په نزد د توبه ګار مسلمان درجات ورباندي لوړېږي لکه په دې آیت کریمه کي چي قرآنکریم مونږ مسلمانانو ته زېری راکوي : وَالَّذِينَ إذا فَعَلُوا فَـاحِشَةً أوْ ظَلَـمُوا أنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللَّهَ فَـاسْتَغْفَرُوا لِ� �ُنُوبِهِمْ، وَمَنْ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إلاَّ اللَّهُ وَلَـمْ يُصِرُّوا عَلـى مَا فَعَلُوا وَهُمْ يَعْلَـم ُونَ* أُولئِكَ جَزَاؤهُمْ مَغْفِرَةٌ مِنْ رَبِّهِمْ وَجَنَّاتٌ تَـجْرِي مِنْ تَـحْتِهَا الأنْهارُ خَالِدِينَ فِـيهَا وَنِعْمَ أجْرُ العَامِلِـينَ* او (همدا جنتونه چي د هغو پراخي د اّسمانونو او زمكي په شان دي) د هغو مْومنانو لپاره دي  چي كله  يوه لويه ګناه ْوكړي او يا په خپل ځان  (دنوروګـناهونو) ظلم ْوكړي دالله تعالى عذاب ْور په ياد شي  او دخپلو ګ� �ناهونو لپاره له الله تعالى ځخه بښنه غواړي  او له الله تعالى ځخه بغير بل څوك  شته چي ګـناهونه معاف كړي ؟ او په كړي ګـناهونو دوام او ټینګارنه كوي او دوي په دي پوهېږي ،  د همدغه كسانو بدله د الله تعالى له طرفه  بښنه او مغفرت او هغه جنتونه دي چي تري لاندي ډول ډول نهرونه بهيږي ، دا كسان به تل تر تله په دي جنتونو كي وي او څوك چي ښه كارونه كوي  د هغوي لپاره ډير ښه اجراو ثواب دي ",تقوی یعني څه؟ 5861,قدوسي سليمانخيل," اتباع الهوی په انسانانوكي د نورو فطري غرائزو په شان يوه طبيعي غريزه ده چي له حق څخه د انحراف او د ګناهونو د ارتكاب سبب كېږي د ګڼ شمير اجتماعي شخړو عوامل همدغه دنفس د خواهشاتو پيروي او د خپلي � �ايي اتباع تهيه كوي دې ته اتباع الهوى په كتابونو كي وائي ددي رنځ معلومات په دي شكل كيږي چي كله مونږ يوه د حق خبره واوريدله اويا په بله كومه وسيله حق راته څرګند شو او زمونږ زړه د هغه حق خبري خلاف كومه غوښتنه  ْوكړه كه مونږ هغه د خپل زړه خبره ْومنله او هغه مو حق ْوګڼله نو دنفساني خواهش اتباع به مو كړي وي د دې رنځ علاج دا دي چي كله هم دا مونږ ته معلومه شوه چي زمونږ قول او يافعل د الله تعالى د حكم خلاف او د رسول الله صلى الله عليه وسلم له تګلاري او لارښوونو سره تطابق نه لري بايد فورا تائب شو او هغه قول وفعل پريږدو او دالله تعالى او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم حكم ته غاړه كېږدو او عمل ور باندي وكړو په هغه صورت كي به مونږ دنفس د غوښتنو پيروي نه وي كړي كه څه هم په ظاهري شكل د حق منل او غاړه ْورته ايښودل زمونږ په ګټـه نه وي او په هغه كي زمونږ د نفس ذلت او شكست وي او يا زمونږ مالي نقصان وي خو په حقيقت كي زمونږ په دې وجه په هغه كي ګټـه ده چي په اسلامي تشريعاتو كي د مسلمانانو منافع او د ټولني نيكمرغي مضمره او پټه ده او الله تعالى له مْومن بنده څخه د حق په اتباع ډېر خوشاله كېږي او د حق پيروانو ته ئي دجنت زيری ْوركړی دی. الله تعالى فرمائي : وأما من خاف م قام ربه ونهى النفس عن الهوى فإن الجنة هي المأوى* او هغه څوك چي د الله تعالى په حضور كي له ْودريدلو ځخه ْوويريدلو او خپل ځان ئي د باطلو ارزوګانو له پيروي ځخه راْوګرزولو نو په ريښتيا سره جنت د هغه د پناه ځای دی . الله تعالى نه یواځي دا چي م ونږ د نفساني غوښتنو له اتباع څخه منع کوي بلکه هغه عوامل چي انسان د انحراف لورته بیایې لکه هغه ناصالح ملګري  چي د نفس د خواهشاتو پيروي كوي او حق ته غاړه نه ږدي د هغوی له اطاعت او ملګرتیاڅخه مو هم منع کوي الله تعالى فرمائي: ولا تطع من أغفلنا قلبه عن ذكرنا واتبع هواه وكان امره فرطا* او د هغه چا خبره مه منه د چا زړه چي مونږ له خپله ياده ځخه غافل كړی دی او د خپلو ا� �زوګانو پـيروي كوي او د هغه كار سراسر سره په نقصان کي دي . همدا راز لاندي نبوي لارښوونه د هغه انسان کمزوری شخصیت معرفي کوي څوک چي د نفس د خواهشاتو په جال کي راګېر وي او نشي کولای د خپل نفس اتباع پرېږدي او د حق په لاره قدمونه کېږ دي . عن شداد بن أوس قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  الكيس من دان نفسه وعمل لما بعد الموت والعاجز من � �تبع نفسه هواها ثم تمنى على الله. (المستدرك) له ابي يعلى شداد بن اوس رضي الله تعالى عنه ځخه  روايت دي چي � �سول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل هوښيار هغه څوك دي چي له ځان سره حساب ْوكړي او له مرګ ځخه دوروسته ژوند لپاره كار ْوكړي او كمزوری هغه ځوك دي چي د خپل نفس د خواهشاتو پـيــروي كوي او د الله تعالى د رحمت اميد ئي ساتلي وي. دا داسي مثال لري لكه ځيني كسانوته چي د يوه نيك كار ووائي هغه د خپل نفس په مقابل کي د بېوسي په وجه هغه نيك كار ته ځان نشي ټېنګو� �ای خو په جواب كي درته وائي چي الله تعالى غفوررحيم دي.   شاعروائي: نفْسَك قد أعطيتَها مُناها ......... فاغرةً نحْو مناها فاها خپل نفس ته د ټولي غو ښتـني او آرمانونه ور پـوره كړي دي او نو� �و آرمانونواو خواهشاتو ته ئي هم لاخوله خلاصه نيولي ده. مقصد دا چي نفس كله هم تاته دا نه وائي چي بس نور زما خواهشات نشته او نه کله د هغه غوښتني پای ته رسېږي  . منصور الفقيه (رح) وائي: إنّ المرآة لا تُريك ................. خُدوشَ وجهِك في صَداها وكذاك نفسُك لا تريكَ ............... عيوبَ نفسِك في هواها لكه څرنګه چي كله هینداره چټله او زنګنه وي د مخ داغونه نه په كي ښكارېږي په همدې شكل چي كله انسان د نفساني خواهشاتو د اتباع په رنځ اخته وي خپل عيبونه نه ْورښكارېږي .  بل شاعر وائي:: إنَّ الهوانَ هو الهوَى جُزم اسم ُه................ فإذا ركبت هوًى لقيت هَوانا حقیقت خو دادی چي د هوان (سپكه او ذلت) توری عين هوا(د نفساني خواهشاتو اتباع) دي چي صرف له نوم ځخه ئي نون قطع شوي دي نو چي كله هم په هوا( نفساني آرزو ) سپــور شوي هوان ( سپکي )  ته  ْورسيدلي.يعني چي كله د هم د نفس د آرزوګانو پوره كول د ْوغوښتل نو له � �لت او سپكي سره به مخامخ ئي. انسان هغه وخت د خپلي رايي او نفساني خواهشاتو اتباع كوي او حق خبره غوږ ته نه پرېږدي كله چي هغه خپل ځان پوره او بشپړ ْوبولي اوخودبين شي او خودبيني هم يو اخلاقي رنځ دي خودبيني دا معنا لري چي انسان خپل ځان تر ه� �چا هوښيار او پوه  وبولي او خپل عيبونه او نواقص نه ويني اونور خلګ ټول ورته نیمګړي او کم عقل ښکاري ، نو کله چي یو څوک خپل ځان بشپړ وګڼي او نور کسان ورته ناپوه او کم عقل ښکاره شي هغه بیا کله د چا حق خبري ته غوږ نیسي  . قال ع� �يه الصلاة والسلام من عرف نفسه فقد عرف ربه (التيسيربشرح الجامع الصغير) رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائي :  چاچي خپل ځان ْوپيژندلو هغه الله تعالى هم ْوپيژندلو ددي حديث شريف په  ت� �ريح كي تفسير كبير ليكلي دي: والمعنى من عرف نفسه بالضعف وا� �قصور عرف ربه بأنه هو القادر على كل مقدور ومن عرف نفسه بالجهل عرف ربه بالفضل والعدل ومن عرف نفسه باختلال الح ال عرف ربه بالكمال والجلال (التفسيرالكبير) ددې عباراتو مفهوم دادی چي كه چاخپل ځان په كمزوري او بيوسي سره ْوپيژندلو الله تعالى به په قدرت او  قوت سره ْوپيژني او څوك چي خپل ځان په ناپوهي او كم علمي سره ْوپيژني ال� �ه تعالى به په كمال دعلم او احسان او عدل سره ْوپيژني اودچاچي په خپله بېوسي او کمزورې یقېن شولونوپه دې به یي هم یقین شي چي الله تر هرچا ستر مقتدراولوي ذات دي او پوره دي . وفي الأخبار أن الله تعالى أوحى إلى داود اعرف نفسك واعرفني فقال يا رب كيف أعرف نفسي وكيف أعرفك فأوحى الله إليه اعرف نفسك بالضعف والعجز والفناء واعرفني بالقوة والقدرة والبقاء (تفسير البغوي) الله تعالى داوود عليه السلام ته ْوويل چي خپل ځان ْوپيژنه او ما ْوپيژنه داوود عليه السلام ْورته ْوويل اې زما پروردګاره خپل ځان به څرنګه پيژنم او تا به څرنګه پيژنم؟   الله تعالى ْورته ْوفرمايل: چي خپل ځان په بېوسي كمزوري او فناكيدلو سره ْوپيژنه او ماپه قوت ،  قدرت او په دائمي بقاسره ْوپيژنه.  قال أبو علي ا� �وراق آفة الناس قلة معرفتهم بقدر أنفسهم قيل لبزرجمهر أي العيوب أعظم قال قلة معرفة المرء بنفسه. (محاضرات ال� �دباء) ابوعلي الوراق وائي چي په خلګو كي لوی مصيبت دا دی چي د خپل ځان قدر او منزلت نه پـيژني بزرجمهر ته چا ْوويل چي  لوي عيب كوم  دي ؟  هغه په ځواب كي ْورته ْوويل دا چي سړی خپل ځان نه پــيژني.  داچي يو څوك خپل ځان پوره ګڼي او خپل عيبونه نه ْورښكاري نو په هغه وخت كي د په دي پوه شي چي دا ئي د هلاكت مقدمه دي او چي كله يو څوك په دي رنځ اخته شي بيائي د حق له ليدلوځخه سترګي ړندې شي او غوږونه ئي د حق له اّوريدلو ځخه كاڼه شي او دزړه بصيرت ئي ختم شي.    شاعر هغه چاته چي په دې رنځ اخته وي وائي: ما النّاسُ عِنْدَك غيرُ نفسِك وَحْدَها........ والناسُ عندَك ما خلاكَ بَهَائِمُ خلګ خو تاته هيڅ هم نه ښكارېږي يو خپل ځان وينې او له ځانه پرته نور ټــول خلګ څاروي او حيوانان درته ښكارېږ ي . چي په رنځ د خودبيني باندي اخته � �وې ..............  خود به ښكاري درته نور ځيناوران  متنبي شاعر وائي: ومنْ جهلَتْ نفسُه قدرَه .................... رأى غيرُه منْه ما لا يَر� � څوك چي په خپله د خپل ځان قدر نه پــيژني نو نور خلګ به ئي هغه عيبونه ويني چي په خپله به ئي نه ويني.د خود پسند انسان په هكله یوبل شاعر وائي: كِبْر بلا نسب تِيه بلا حسب................. فخر ب� �ا أدب هذا هو العجبُ او مائي داسي تر جمه ْوكړه: نه د پوهـه نه دمال شته ئي له ذاتـه سپـوټکی نه د رنــګ او نه د خوي شته ته په څه شوي مېړنی والنّفْسُ راغبةٌ إذا رغّبتَها ........................ وإذا تُرَدُّ إلى قليلٍ تَ� �ْنَعُ نفس ته  كه دغو ښتني ْور پوره كولې نوري هم غواړي او كه د په لږ څه  ګوزاره ْور كوله بيا قناعت كوي . بل شاعر وائي: دخولك من باب الهوى إن أردته.................. يسير ولكنّ الخروج عسير د نفساني خواهشاتو په دروازه چي د كله هم ْورننوتل ْوغوښتل آسانه دي خو ليكن بيرته ځيني راْوتل ګران او مشكل كار دی . په دې اساس مونږ ته په کار ده کله چي په دې پوه شو چي په خود بیني باندي اخته شوي یو باید فورا الله تعالی ته توبه ګارشو او د خود بیني علاج دا دی چي کله مو یوه داسي خبره وا ورېدله چي د هغې منل د اسلام غوښتنه وي ولو که د یوداسي چا له لوري وړاندي شي چي هغه زمونږ په فکر ناپوه انسان وي او یا زمونږ په خیال زمونږ خیر خواه نه وي باید هغې خبري ته د قدر په سترګه وګورو او ویې منو او که زم ونږ زړه د هغې خبري مقابل لورته کش کوي باید د خپل زړه غوښتنه ونه منو په دې صورت کي به مونږ د حق اتباع کړي وي او د نفس اتباع او خودبیني ته به مو شا کړي وي . اې الله تعالی حق راته حق څرګند کړې او د منلو توفیق یې را په برخه کړې او باطل راته باطل  څرګند کړې او ور څخه ومو ساتې لویه ربه د زړونو واک یوازي له تاسره دی (آم ین) ",دنفس د خواهشا تو اتباع 5862,قدوسي سليمانخيل," که ستا مسلمان ورور ته کوم تکلیف او یا پرېشاني ورسېږي خو تاته د یو مسلم ان په صفت په کار نه ده چي ور باندي خوشاله شې ولو که ستا او د هغه شخص تر مېنځ  څه خفګان او شخړه پرته وي په کار داده چي د هغه په مشکل کي ورسره خواشیني څرګنده او شریکه کړي او د هغې ستونځي په ازالې کي ورسره مرسته وکړې ، په دې شکل به له یوې خوا تا خپل اېماني مسؤلیت سرته رسولی وي بل کېدای شي ستا دا غم شریکي ستا سو له مېنځ څخه هغه ګړز لېري کړي کومه چي ستا سو د ورورولي فضا ور باندي خړه پړه ده .  زمونږ په خواوشا كي ځيني داسي بد مرغه كسان هم شته چي تل د تماشو انتظار كوي او د نفس غذا ئي د نورو م صيبتونه او تكليفونه وي چي كله د يو چا په تكليف ،  مصيبت اوپريشاني خبرشي ډير ئي زړه ورته ښه اوطبيعت یې ورته برابر وي دا خو لا په خپل ځای  پريږده كله ناكله خو په خپله هم د دي كوشش كوي چي خپل مسلمان ورور ته يو څاه وكــني ترڅو دده مسلمان ورور په كي ولويږي مزاج ئي شرير او ضر� �پسند وي حال داچي دهغه سړي مصيبت به ده ته هيڅ فائده نه رسوي او نه به ئي ده ته كوم تكليف رسولي وي سر چپه كه هغه مصيبت زده شخص د ده قريب وي نو له مصيبت ځخه ئي ځان هم نشي خلاصولي او ضرور به د قرابت په وجه په كي ور شريك كيږي او دا بيماري زيات تره د قريبانو په مينځ كي خپره وي . دا عمل یو اخلاقي ناروغي ده چي کېدای شي نوري اجتماعي ستونځي را مېنځ ته کړي په دې شکل که په مصیبت اخته شخص په دې پوه شي چي دا ستونځه ورته ستا له لاسه ورته متوجه ده او یا ستا زړه ورباندي ښه ده کېدای شي د هغه درد نور هم زیات کړي او ستا په هکله یې دښمني راوپارېږي چي پایلي به یې په باوري توګه د هیڅ یوه لوري په ګټه نه وي ، دا نوع اخلاقي رنځونه که له یوې خوا اسلامي شریعت حرام ګرځولي دي خو له بله پلوه له انساني ژوند څخه د نېکمرغي لذت ختم وي او انساني ټولنه په بد مرغیو اخته کوي . بل څرنګه چي دا ډول اعمال شریعت حرام بللي دي  او ا� �تکاب یې د الله تعالی نافرماني او ګناه بلله کېږي نو ځکه یې په ارتکاب  الله تعالى خپه كيږي او غالبا دا پيښ شوي دي چي هغه سړی چي په مصیبت اخته دی  الله تعالى یې له هغه م صيبت ځخه خلاص كړي او هغه نندارڅو شخص په هماغه مصيبت اخته كړي چي بيا به ئي د همدردي هم څوك نه وي. عن واثلة بن الأسقع قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  لا تظهر الشماتة لأخيك فيرحمه ا� �له ويبتليك. (الترمذي) له واثله بن الاسقع رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: دخپل مسلمان ورور په غم خوشالي مه كوه الله تعالى به په خپل رحمت د هغه مصيبت پورته كړي او تا به په هغه مصيبت اخته كړي او آزمېیښت به دركړي. .  يو شاعر وائي: إذا ما الدهرجرَّعلى أناس ................... مصائبه أناخَ بآخرينا فـقل للشَّامتــين بنا أفيقوا .............  سيلقى الشَّامتون كما لقينا زمانه د خلګو په مينځ كي رابدليږي او مصيبتونه له يوه  ځخه آخلي او په بل ئي ږدي د چاچي زمونږ په مصيبت زړه خوشاله دي هغه ته ْووايه چي ويښ شه او چا چي زمونږ په مصيبت خوشالي كړي ده هغوي ته به هم ضرور دا مصيبت داسي رسيږي لكه مونږته چي ْورسيد . په عربي كي يو ضرب المثـل دي : من حفر بئرا لاخيه فقد وقع فيه . چاچي خپل ورورته څاه ْوكينلو نو په خپله به په كي لويږ ي پښتانه وائي: مه كـنه د بل په لاره كي كوهۍ .................................  ناګهانه به د تا په كوهي لار شي وائي چي يوه  سړي خپل يوه ورور ته دهغه په لاره کي د شپې څاه  وكينلو تر څو هغه په کي ولوېږي خو چي رڼا شوه دده په خپله هغه ځای له یاد څخه ووت اوپه سپينه رڼا ورځ په خپله په كي ولويدلوچي شاعر په شعر کي ورته اشاره کړي ده .. وكم من حافر لأخيه ليلا.................  مكبا فيه في ضوء النها� � � �ير ځلي مي داسي كسان ليدلي دي چي خپل ورور ته به ئي د شپي په تياره كي څاه كينلو چي  خلګ ئي ْو نه ويني خو په رڼا ورځ  به مي ليد چي په خپله به  پړمخي په كي پروت ْوو. اوبل شاعر وائي: ومن يحتفر بئراً � �يسقط غيره ................... يقع دون شكِّ بالذي هو حافر قضى الله أن البغض يصرع أهله.............. وإنَّ على الباغي تدور الدوائر چاچي د بل چا لپاره څاه ْوكينلو بي شكه به هغه څوك په كي لويږي چاچي كينلی وي دا دالله تعالى فيصله ده چي حسد خپل مالك رانيسي او يو څوك چي د الله تعالى له حكم ځخه باغي وي په هغه به ميچني را تاوېږي او په خپله به هغه په كي ژرنده كيږي.  خلاصه داده چي د بل چا په مصيبت خوښي څرګندول اویا بې موجبه په ناحقه مصيبت ورته جوړول دواړه هم ستر ګناهونه او مردم آزاري ده او هم انسان ته ور کرونده کېږي له دي رنځ ځخه د خپلو اخلاقو روغول لازمي او ضروري  دی . ",د مسلمان ورور په مصيبت خوشالي مه كوه 5863,قدوسي سليمانخيل," مونږ ته چي كله هم يو څوك يوه خبره را ورسوي او يا د يو چا شكايت وكړي او يا زمونږ م تعلق د بل چا خبره را  ورسوي خواه كه دا كس هر څوك وي كه زمونږ له خپلوانو ځخه وي او يا له د باندي ځخه  وي ، مخكي له دې چي د هغي خبري تحقيق ْوكړو او هغه خبره په ځاي ورسوو ،  فورًا ئي تصديق كـوو ، سمدلاسه انفعالي كېږو، خپل اعصاب له لاسه ْوركوو او غصه مو په كوګل كي په ایشېدو راځي حال داچي دازمونږ لوي نقص او کمزوري ده او اسلام مونږ له دې عکس العمل څخه منع کوي. علماء كرام فرمائي چي د هغي اصلاح په دي شكل په كار دي  چي په لومړي قدم کي مونږ هغه كس چي خبري رسوي په دې كار وترټــواو دا د خبررسولو كار د هغه تر پام وربد كړو او د خبر رسولو د ګناه ديني اړخ هغه ته روښانه كړو.  په دوهم قدم كي خبر رسان شخص قراّن كريم فاسق بللي دي او د فاسق سړي په خبره يقين كول په كار نه ده  مونږ هم بايد د هغه خبره زړه ته نه پريږدواو ترڅو چي مو تحقیق نه وي کړی هغه خبر دروغ وګڼو  او يقين ورباندي ونكړو الله تعالى فرمائي : يا أيها الذين آمنوآ إن جاءكم فاسق بنبأ فتبينوا أن تصيبوا قوما بجهالة فتصبحوا على ما فعلتم نادمين.  اې د ايمان خاوندانو كه تاسوته يو فاسق انسان  يوه خبره راورسوي نو (مخكي له دې چي په يوه عكس ا� �عمل لاس پوري كړۍ) دهغي خبري تحقيق او پخلی وكړۍ داسي نه وي چي يو قوم ته په ناخبري كي تكليف ْورسوۍ او بيابه  وروسته  په هغه څه چي كړي مو وي پښيمانه ياست. دريم دا چي مخكي له دي چي په يوه مشخص عكس العمل لاس پوري كړو اول په كار دا ده چي د دي خبري په اړه هراقدام تر هغه  وخته پوري وځنډْوو تر څوچي زمونږ اعصاب نورمال حالت ته راګرزي  کله چي مو مازغه ساړه شولو بيا خو بايد هغه خبره كه ډيره نقصاني نه وي پريږدو او كه زياته خطرناكه وي بيا په كارده د هغې خبري تحقيق ْوكړو چي آيا كومه خبره چي ماته دې سړي راورسوله دا ريښتيا ده او كه درواغ  ؟ داسي نه چي په ناخبري كي د غصي په حالت كي له انسان ځخه یوداسي كار پــيښ شي چي بياپه راتلونكي كي ورباندي پښيمانه وي  پښتانه وائي: اول خپل غوږ ګوره او وروسته بيا په سپـي پسي ځغله. ددي سړي بد ايسول په كا� �دي  ځكه چي د هغه دا عمل د الله تعالى بد هېسي ، له خبررسوونكيو كسانو سره ناسته و� �اړه انسان په تشويش او پريشاني كي اچوي او انساني ټولنه په بد مرغي اخته كوي دا ډله كسان په اخلاقي لحاظ په ټولنه كي منفور او په جنت كي ځاي نلري. الله تعالى فرمائي: وَلاَ تَقْـفُ مَا لَـيْسَ لَكَ بِهِ عِلْـمٌ إنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤولاً* او هغه څه مه پلټـه چي ته په هغه خبر نه یې ځكه چي غوږونه ، سترګي اوزړه به د قيامت په ورځ په دې هكله پوښتل كېږي. عن حفص بن عاصم قال قال � �سول الله  صلى الله عليه وسلم  كفى بالمرء كذبا أن يحدث بكل ما سمع. (مسلم)  له حفص بن عاصم رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وس� �م  فرمائي: سړي ته همدغه درواغ كافي دي چي څه ئي اّوريدلي وي هغه بيانوي. په دي اساس تر غبرګون او عكس العمل د مخه د هري خبري ريښتيااو درواغ  معلومول ضروري دي. أناس أمناهم فنموا حديثنا............. فلما كتمنا السر عنهم تقو� �وا زم ونږ مجلسيان داسي خلګ دي چي مونږ امانت داره ګڼل خو زمونږ خبري ئي نقل كړې او چي كله مو له دوی ځخه خپلي خبري پټي كړې نو له ځانه ئي خبري راپسې جوړي كړې . ددې رنځ علاج دا دی چي نه په خپله خبري نقل كړو او نه هغه چا ته غوږ ْونيسو چي د نورو خبري نقل كوي او نه له داسي كسانو سره تعلق ْوساتو چي هغوی د نورو د خبرو د نقل كولو او د مسلمانانو په م ينځ كي د فساد د جوړولو عادت لري . ",د هري خبري په پټو سترګو تصديق 5864,"قدوسي سليمانخيل"," دروغ ويل په اسلام كي حرام دي او الله تعالى په درواغجنو كسانو په قراّنك� �يم كي لعنت وئيلي دي همداراز دروغ وئيل د ټولو ګناهونو بنسټ  او اساس دي د ريښتوني كس جرائم  د درواغجن كس په نسبت ډير كم وي درواغجن كسان نه اسلام د اعتبار وړ ګڼـي او نه انساني ټولنه او  چاپــيريال اعتبار ورباندي كوي  همدا راز هغه څوک چي د دروغو ویلو عادت لري له هیڅ ډول جرم څخه مخ نه اړوي مونږ ته په كار داده چي ريښتيا ويل خپل نه بيليدونكي عادت جوړ كړو په هرصورت كي چي وي بايد له درواغ وئيلو ځخه ډډه وكړو او ريښتيا ْووايو كه څه  هم ريښتيا وئيل په ظاهري حالت  مونږ ته زيان رسوي  خو په حقيقت كي ريښتيا ويل د نجات ذريعه ده الله تعالى فرمائي :   إنما يفتري الكذب الذين لا يؤمنون بآيات الله وأولئك هم الكاذبون. په درواغو تورونه هغه څوك لګوي چي د الله تعا� �ى په آيتونو ايمان نلري او همدغه كسان درواغ ْويونكي دي. دروغ ويل د منافقينو خوي دي په تيره بيا د اقاربو،  ملګرو او دوستانو په مينځ كي دروغ وئيل د اقرباء پروري او رفاقت ريښې پرې كوي د يو حديث شريف م ضمون دي چي مْومن كه هره ګناه هم كوي خو دروغ نه وائي . روى ابن عبد البر في التمهيد أن عبد الله بن جراد سأل النبي هل يزني المؤمن قال قد يكون ذلك قال هل يكذب قال لا  (فيض القدير ) له عبدالله بن جراد رضي الله تعالی عنه څخه روايت دي  چي ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پو ښتنه ْوكره : چي آيا مْومن زنا كوي ؟ رسول الله صلى ا� �له عليه وسلم  ْوفرمايل كيدای شي ما ورته ْوويل : چي آيا مْومن دروغ وائي ؟  رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمائيل: نه ، مْومن هیڅکله دروغ نه وائي. ومن آفات الكذب أنه يضيق الرزق فقد روى أبو الشيخ في الطبقات عن أبي هريرة رضي الله عنه رفعه الكذب ينقص الرزق (فيض القدير) او ددرواغو يونقصان دادي چي هغه رزق کموي ځكه چي له ابوه� �يره رضي الله تعالى عنه ځخه روايت شوي دي چي رسول الله صلى الله عليه  وسلم فرمائيلي دي چي درواغ ويل رزق كموي.  د تجربي له مخي هم هغه كسان چي دائماً یي دروغ ویل عادت وي غالبا ډير پريشانه درپه دره او مفلوك الحال  وي وسائل ئي په لاس كي وي خو كار ئي نه روغېږي بناء مسلمان بايد كله هم دروغ ْو نه وائي. بل داچي دروغ ویل د منافق د پېژندلو نښه ده منافقین تل دروغ وایې ترڅو هغه عداوت او کفر چي په زړونو کي یې وي هغه پټ کړي او روغه څېره ښکاره کړي تر څو ورباندي مسلمانان دوکه کړي .    عن عبد الله بن عمرو بن العاص � �ضي الله عنهما أن النبـيَّ قال:أربَعٌ مَنْ كُنَّ فـيهِ كانَ مُنافِقاً خالِصاً، وَمَنْ كانَتْ فِـيهِ خَصْلَةٌ مِنْهُنَّ كانَتْ فِـيهِ خَصْلَةٌ مِنْ نِفَـاقٍ حَتَّـى يَدَعَهَا: إذَا اؤتُـمِنَ خَانَ، وإذا حَدَّثَ كَ� �َبَ، وإذا عَاهَدَ غَدَرَ، وإذَا خَاصَمَ فَجَـرَ و في رواية مسلم اذا وعد اخلف . (البخاري) له عبدالله بن عمرو بن العاص � �ضي الله تعالى عنهما څخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل :  څلور خويونه چي په چاكي وي هغه سوچه منافق دي او كه له دي خويونو ځخه يو خوي په كي وي نو د نفاق خوي په كي دي ترڅو چي ئي دا خوي پري ايښی نه وي : چي كله امانت ورته كيښودل شي خيانت يا لاسوهنه په كي كوي ،  او چي كله خبري كوي دروغ وائي، او چي كله له چاسره معاهده ْوكړي ټګي په كي كوي ، او چي كله ئي له چاسره دښم ني شي ښکنځلي  كوي او مسلم په يوه روايت كي دا هم زياته كړيده ،  او چي وعده ْوكړي نه ئي پوره كوي. عن � �نس بن مالك رضي الله عنه قال سمعت رسول الله  صلى الله عليه وسلم  يقول ثلاث من كن فيه فهو منافق وإن صام وصلى وحج واعتمر وقال إني مسلم إذا حدث كذب وإذا وعد أخلف وإ� �ا ائتمن خان. (مسلم) له انس رضي الله تعالى عنه څخه روايت دی چي ماله رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه واوريدل چي فرم ائي: دادري خويونه چي په چاكي وي هغه منافق دي كه څه هم روژي نيسي او لمونځ كوي اوحج اوعمري كوي او وائي چي زه م سلمان يم هغه دري خويونه دادي چي كله خبري كوي دروغ وايي او چي كله وعده ْوكړي نه ئي پوره كوي او چي امانت ْو� �ته ْوسپارل شي خيانت په كي كوي. عن أبي هريرة عن النبي  صلى الله عليه وسلم  قال آية المنافق ثلاث إذا ح دث كذب وإذا وعد أخلف وإذا أؤتمن خان زاد مسلم فـي رواية:  وإنْ صامَ وصَلَّـى وزَعَمَ أنَّهُ مُسْلِـمٌ . (بخاري و مسلم) له ابو هريره رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وس� �م ْوفرمايل :دمنافق درې نښـي دي  يعني منافق په دريو خويونوپيژندل كيږي چي كله خبري كوي درواغ وائي او چي كله وعده ْوكړي نه ئي پوره كوي او چي كله امانت ورته ْوسپارل شي لاس په كي وهي په يوه � �وايت كي مسلم داهم  زياته كړي ده چي د ذكر شويوخويونو لرونكي انسان كه څه هم روژې نيسي او لمونځونه كوي او دهغه يقين وي چي دی مسلمان دی . عن سفيان بن أسد الحضرمي انه سمع رسول الله  صلى الله عليه وسلم  يقول كبرت خيانة ان تحدث أخاك بما هو لك مصدق وأنت له كاذب. (سنن البيهقي الكبرى) له سفيان بن اسد رضي الله تعالى عنه ځـخه روايت دي  چي رسول الله صلى الله تعالى عليه وسلم ْوفرمايل: دا ډير ستر خيانت  دي چي ته خپل ورور ته يوه خبره ْوكړې اود هغه ستاپه خبره يقين شي تاريښتوني ْوګڼـي خو تاهغه خبره هغه ته په درواغو كړي وي . قـيـل للقمان ما بلغ بك ما ترى فقال لقمان: صدق الـحديث وأداء الأمانة وترك ما � �ا يعنـينـي. (شرح الزرقاني) له  لقمان حكيم ځخه پو ښـتنه ْوشوه چي د پوهي همدغه ستر مقام  ته څه شي ْورسولي ؟ هغه په ځواب كي ورته ْوويل: ريښتيا ْوئيلو ، دامانت خپل ځاي ته رسولو او د بي ګټي كاراو خبرو پريښـودلو همدې د پوهني مقام ته رسولي يم . خو په دريوځايونو كي فقهاْوو د درواغو د وئيلو رخصت وركړی دی او نور په هرصورت كي دروغ ْويل حرام دي  (1) ددوو متخاصمينو په مينځ كي دروغي او مصالحي په نيت دروغ وئيل جائزدي  (2) له كفارو سره د جګړي په وخت كي ددښـمن د وېرولو لپاره دروغ ويل جائزدي (3) د ښځـي او ميړه په مينځ كي  دواړو ته د يو اوبل د خوشاله كولو لپاره دروغ وئيل جائزدي  نور په هر حالت كي دروغ ويل حرام دي (احياء علوم الدين).  عن أم كلثوم رضي الله عنها أنها سمعت رسول الله يقول: لَـيْسَ الكَذَّابُ الَّذي يُصْلِـحُ بَـيْنَ النَّاسِ فَـيَنْـمِي خَيْراً أو يَقُولُ خَيْراً و قالت � �م اسمعه يرخص في شيئ مما يقوله الناس الا في ثلاث في الحرب و الاصلاح بين الناس و حديث الرجل امرأته و حديث ا� �مرأة زوجها (البخاري و غيره) . له ام كلثوم رضي الله تعالى عنها څخه روايت دی فرمائي چي ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه واوريدل چي هغه ْوفرمايل : هغه سړي درواغجن نه دي چي د خلګو په مينځ كي د روغي په نيت د خير خبري رسوي اود خير خبري كړي يعني جانبينو ته په دروغو د خير خبري كوي او فرمائي چي د دريو ځايونو ځخه علاوه مي په بل هیڅ ځای كي ددروغو ويلو اجازت نه دی ځيني اوريدلی (1) له كفارو سره د جګړي په وخت كي ( ددښمن د وېرولو لپاره ) دروغ ويل  (2) د خلګو په مينځ كي دروغي او مصالحي په نيت دروغ وئيل  (3) د ښځي او ميړه په مينځ كي  دواړو ته د يو اوبل د خوشاله كولو لپاره. شاعرد دروا غ وئيلو علت داسي بيانوي او وائي: لا يكذب المرءُ إلا منْ مهانتهِ ...........  أو عادةِ السوء أو من قلّة الورعِ نارينه له  دريو سببونودرواغ وائي، ياخو سپك وي، اويا بد خويه وي، او يائي تقوا كمه وي يعني له الله تعالى ځخه نه وېريري. بل شاعروائي: أصدق يريك إله العرش جنته .................... يوم المعاد ولا تولع بتكذيب إن الصدوق لدى الرحمن منزله.................. دارالخلود بلا موت وتعذيب يوم الجزاء على متن الصراط إلى .............. دارالنعيم بلا حزن وتكئيب ريښـتيا وايه چي الله تعالى داّخرت په ورځ خپل جنت درْوويني او د درواغ ْوئيلو حرص مه كوه ، دريښـتيا وئيلو مقام د الله تعالى په حضور كي دي د خوشالي په هغه كوركي چي دائمي دی چي هلته نه بيا مرګ شته او نه به تكليف وي ، د قيامت په ورځ به په پل صراط بي غمه اوبي ځوره د نعمتونوكور ته ْورځې . إذا عُرف الكذّاب بالكذب لم يكن .......... يُصدّق في شيءٍ وإن كان صادقا چي كله يوكس په دروغو ْوپيژندل شي بيا ئي كله هم څوك په خبره يقين نه كوي ولوكه ئي ريښتيا وئيلي وي . بالصدق ينجو الفتى من كل معضلة....... والكذب يذرى بأقوام وإن سادوا په ريښتيا ْوئيلوځوان له هرمشكل څخه خلاصېږي او دروغ ويل قومونه عيب جن كوي كه سرداران او يا خانان هم وي . ",دروغ وئيل د ټولو ګناهونو بنیاد دی 5865,قدوسي سليمانخيل," د يو ه سړي دشرخبره بل چاته د شر په نيت رسول دا شرعا حرام دي داسي خبري چي د دْوو مسلم انو وروڼو په مينځ كي شخړه ځيني جوړېږي يو او بل ته رسول په كارنه دي دا په اسلام كي"" نميمت ""بلل كيږي او خبر � �سوونكي شخص ته ""نمام ""وئيل كېږي دایو اخلاقي ناروغي ده چي معالجي ته ضرورت لري مونږ چي كله د چا په هکله بده خبره واوريدله اول هغه سړی بايد پوه كړو چي دا نميمت دي او له داسي خبرو د لاس واخلي دوهم داچي همدغه خبره بايد په هغه ځـائ پريږدواو هيره ئي كړو او هغه سړي ته ئي په مستقيم او يا غير مستقيم طور ْونه رسوو دا ځكه چي همدا خبره كيداي شي ددي دْوو كسانو په مينځ كي بدبيني او دښـمني پـيدا كړي  دا ډول كسان خلـګ شيطانان بولي  او بالاّخره څوك پري اعتبار نه كوي .او د قيامت په ورځ به جنت ته هم نه ننوځي . الله تعالى فرمائي : وَيْـلٌ لِكُلِّ هُمَزَةٍ لُـمَزَةٍ *   وأخرج ابن جرير عن ابن عباس في قوله(ويل لكل همزة) قال طعان(لمزة) قال مغتاب. (الدر المنثور) ډيرافسوس اوياسخت عذاب دي لپاره د ټولو هغو کسانو چي په نورو كي  بد وایي او غيبت یي كوي  .  عن أبي ا� �جوزاء، قال: قلت لابن عباس: مَنْ هؤلاء هم الذين بدأهم الله بالويل؟ قال: هم المَشّاءون بالنميمة، المفرّقون بين الأحبة، الباغون أكبر العيب (تفسير الطبري) له ابي الجوزاء څخه روايت دی  چي ما عبدالله بن عباس رضي الله تعالى عنهما ته ْوويل چي دا كسان څـوك دي كوم چي الله تعالى په "" وَيْـلٌ "" يعني د هغوي لپاره په سخت او دردوونكي عذاب سره (دا سورة ا� �همزة ) پـيل كړي ده   هغه ْوفرمايل چي دا هغه كسان دي چي د خپلوانو او دوستانو په م ينځ كي ځـي اوراځـي اود شر خبري نقل كوي  د هغوي په مينځ كي نفرت او كركه اچوي او د خلګ� �و د سترو عيبونو په تلاش كي لګـياوي. په بل ځـاي كي الله تعالـى فرمائي: وَلا تُطِعْ كُلَّ حَلاَّفٍ مَهِينٍ هَمَّازٍ مَشَّاءٍ بِنَمِيمٍ * او مه منه د هرقسم خوړونكي سپك انسان كوم چي د خلګـو بد بيانوي او تل ئي دنده داوي چي د شر خبري وړي اوراوړي .  څـوك چي د شر خبري نـقل كوي او د مْومنانو په مينځ كي دعداوت او دښمني اور ته  لمن وهي اویو د بل په ضد پاروي دا كسان كه څـه هم د خپلي خبري د تصديق لپاره زيات قسمونه کوي خوپه قسم ئي يقين مه كوه دا كسان قسم خوره اوسپك دي ( الله تعالی ته هم سپک دي  اوتاسي ئي هم سپك ګڼۍ)  عن حذيفة رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قال، قال � �َسُول اللَّهِ صَلى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم: لا يدخل الجنة نمام مُتَّفَقٌ عَلَيْهِ (صحيح مسلم) له حذيفه � �ضي الله تعالى عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل جنت ته به دشرد خبرو رسوونكی  سړی نه ننوځي .  يعني چغلخور او خبر رسان شخص له جنت څخه محروم دي . وعن ابن عباس رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما أن � �َسُول اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم مر بقبرين فقال: إنهما يعذبان وما يعذبان في كبير، بلى إنه كبير؛ أما أحدهما فكان يمشي بالنميمة، وأما الآخر فكان لا يستتر من بوله (مُتَّفَقٌ عَلَيْهِ) له عبدالله بن عباس رضي ال� �ه تعالى عنهما څخه روايت دي چي رسول الله صلى الله تعالى عليه وسلم په دْوو قبرونو تېرېدلو او وئي فرمايل :  دغو دواړو كسانو ته عذاب وركېږي  په ستروګـناهونو عذاب نه و� �كېږي (يعني دوي په دنيا كي وړه ګـناه بلله) هو داسترګـناهونه دي  له دوي څخه يوه د خ� �ګـو په مينځ كي د شر خبري نقل كولي او بل ئي له خپلو متيازو څخه ځان نه ساتلو. ",د يوه كس خبري بل ته رسول 5866,قدوسي سليمانخيل," کله نا کله انسان په خپل ژوند کي له داسي پېښو او دریځونو سره لاس او ګرېوان شي چي د تفکر حلقه یې تنګه شي او د سینې تنګي یې زړه کلابند کړي او په ظاهري څېره یې د وېر او کاوړ آثار څرګند وي او مخ یې توره لمبه وهي ، څوک یې مخ ته نشي کتلای ، یواځینی شی چي د هغه مخ د کتلواو � �یدلو وړ ګرزوي هغه (تبسم) یوه وړه موسکا ده ، موسکا هغه ماده ده چي دوېرجني  ټنډي ګونجي ختموي او  دمخ تور والی په ګلابي رنګ بدلوي . که هر څومره انسان له سختودرېځونو سره مخامخ شي خو یوه وړه خندا هغه نعمت دی چي د هغه د مخ ښکلا برېښوي ، د هغه اود هغه د دوستانو په زړونو کي  د خوښي اوانبساط زړي شنه کوي ، اودا کومه د تعجب وړ خبره نه ده ، دخندا سرچینه د انسان په دننه کي هغه فطري احساس دی چي د هغه په خوشاله ساتلو او د وقایعو په وړاندي هغه ته د مقاومت کولو توان وربښي ، غالبا انسان ته سکون اوهوساینه ورپېرزو کوي ، تاسوبه داسي کسان ډېر لیدلي وي چي که له یوې خوا ددنیا غمونوپه سر اخېستی وي او تل د غمونو په سیوري کي د ژوند شپې ورځي تېروي خو په عین وخت الله تعالی ورته د موسکا هغه نعمت هم ورپېرزو کړی وي چي کله یې وینې هغه یې په داسي شکل په شونډو خپره وي چي ناروغانو ته روغتیا ډالۍ کوي او د وېر ځپلو انسانانو زړونه خوشاله کوي او د مصېبت وهلیو اوښکي وچوي، دنیوي غمونو د هغه د موسکا مخه نه وي نېولي او د ژوندانه ترږمیو د هغه د غاښونو په برېښ  پېڅول نه وي غوړولی  . او د ژوندانه په هر جمپ د هغه د موسکا ډېوه بله وي چي نه یوازي هغه ته بلکه نورو انسانانوته هم رڼا ورکوي . ډېري داسي پېچلي دریځونه د انساني تاریخ په بهېرکي مېنځ ته راغلي دي چي غوره حل یې ځلانده موسکا ګڼلي شوي ده ، همدغي بې بهاموسکا ډېري داسي ستونځي په نطفه کي خنثی  کړي دي چي ممکن وولمبې یې پ� �اخي  شوي وای. هغه کسان څومره بدمرغه دي چي په څېرو یې موسکا نه لیدلي کېږي که هغوی ته معلومه وای چي ددې وړې موسکا څومره مثبتي ګټي دي یوه شېبه به یې هم بخل نه وای ورباندي کړی ، موسکا د اعصابو ستوماني له مېنځه وړي ، نېکمرغي اوخوشالي زېږوي ، زړه ته سکون وربښي ، د مخ عضلاتو ته قوت بښي او هغه فعالوي ، انسان  د تنهایې له تیارې څخه راباسي ، اود خلګو په زړونو کي د هغه مینه او ه� �کلی پیدا کوي ، دموسکا درخته نوري هم زیاتي مېوې لري چي انسان په هره ګړۍ کي ورڅخه استفاده کولای شي . م وسکا داسي جادویې اغېزې لري چي نظرونه د ځان لوري ته راکاږي ، زړونه وړي او عقلونه ګونډه کوي ، یوازي یوه د پ� �اخي ټنډي موسکاده ولوکه وړه وي تاسو یې آزمویلای شۍچي څومره په مقابل طرف ژوره اغېزه کوي . له طبي پلوه هم ډاکټرانو په خپلو روغتیایي څېړنو کي دا خبره جوته کړي ده چي هغه څوک چي موسکا یې عادت وي د هغوی عمرونه د هغه چا په نسبت اوږده وي څوک چي له دې نعمت څخه بې برخي وي دا ځکه چي هغوی تل خوشاله وي په زړونو کي کوم رنځ نه پرېږدي او د همدغي موسکا په برکت عداوتونه نه پالي ،  موسکا یې له ژوند څخه د خوشالي یوه زانګو جوړه کړي وي . ځکه خومونږ اوس هم زیات داسي کتابونه په ولکه کي ل� �و چي لومړنیو پوهانو او علماوو لیکلي دي چي هغوی هم له دې برکتناکي وني څخه بې پروا نه دي پاته شوي د هغوی په � �یکنو کي ټوکي ټکاري د لېونیانو اوناپوهانو په هکله قصې نکلونه او هغه اشعار  شامل دي چي لوستونکي په تنهایې کي خندوي او کوم چي اسلامي کتابتون اوس هم ورباندي غني دی ، هغوی دا پانګه ځکه راتلونکو نسلونو ته په مېراث پرې اېښي ده چي دا د موسکا ډېوه د مسلم انانو تر مېنځ تل ترتله ځلانده پاته شي . دلته مونږ یواځي د (تبسم) موسکا خبره کوو هغه قهقهه خندا ګاني چي خېټي په کي ناڅي او شور او ځوږ جوړوي اود حاضرینو هټ هټې وي نه شرعاً روا دي او نه زمونږ د بحث موضوع دی دا ډول � �هقهه خندا ګاني نه یواځي دا چي خوشالي نه جوړوي بلکه پایلي یې وېر او ماتم وي، زمونږ م� �صد هغه پسته او نازکه موسکا ده چي ستازړه خوشاله کړي په شونډو خپره شي غاښونه په کي سپین شي او د مخ سوراواوږ ده را کم کړي اوباړخوګانو ته كش ورکړي اونورو ته هم خوشالي اونېکمرغي ور وبښي. داسلام حکیمانه شریعت د موسكاد اغېزمني وسلې په کارولو ټېنګار کوي کومه چي د انسانانو په زړونو کي د یو او بل مینه اومحبت پیدا کوي دا دی زمونږ ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم د انساني ټولني لارښود فرمایې : عن أبي ذر قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  تبسمك في وجه أخيك صدقة (صحيح ابن حبان) له أبوذر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرم ایل : ستا موسکا ستا د مسلمان ورور په حضور کي یوه صدقه او خیرات دی . موسکا یوه نېکمرغي او خوشالي ده چي زیات اجرونه او د الله تعالی په نزد ثوابونه لري چي د مسلمان د نېکیو په ترازو کي لوېږي او بېلانس یې ورباندي زیاتېږي. ستا یوه وړه موسکا نه بیه لري اونه وخت نیسي ستا د ستونځو د حل یوه غوره وسېله موسكاده , هغه  ستا په واک کي ده عربي کي يوه مقوله ده وایې : (ابتسم تبتسم لك الدنيا)  موسکا شه چي جهان در ته موسکاشي. ",موسکا شه چي جهان درته موسکا شي 5867,," پښتوژبي چي په ډیر لږ وخت کي په انټرنیټ او کمپیوټر کي  په چټکه توګه خپل ځان راڅرګند کړ  دادی اوس يې ځان د مایکروسافټ تر افس ( MS OFFICE 2003) پوري راورسوی که غواړي پښتو برسېر بنډل یا افس  ۲۰۰۳ خپل کم پیوټر ته کښته کړئ نو داځای کښیکاږي",د مایکروسافټ پښتو افیس خپل کمپیوټر ته کښته کړی 5868,"قدوسي سليم انخيل"," بخل او یا په شتمني کي د انسان ټېنګتوب د هغه په نه هوښیاري اوکم عقلي دلالت کوي همدا راز بخل د اخلاقي نیمګړتیاوو جړ اوبنیاد دی چي انسان د بدوخویونو لور ته وربولي اوبخل له ایمان سره نه یو ځای کېږ ي، بخل خپل څښتن هلاکوي اواخلاق یې تباه کوي ، بخل په الله تعالی د انسان دبد ګماني نښه ده ، بخل انسان شاته بیایې او د انبیاوو اونیکانو د صفاتو له خپلولو څخه انسان لېري کوي . بخیل انسان په دنیا کي د خپلي شتمنۍله استفادې څخه محروم او د قیامت په ورځ کي ورباندي مأخوذ دی ، بخیل انسان په دنیاکي د خپلي شتمنۍ په ساتلو او ډېرولو پرېشان وي او په آخرت کي به یې په حساب ورکولو پرېشان وي ، هغه په دنیا کي شتمن بلل کېږي او په آخرت کي به په دې وجه  چي هغه یې د الله تعالی په لار کي نه ده م صرف کړي د نېکي د پانګي دنه لرلو په وجه مسکین وي،بخیل انسان نه دالله تعالی خوښېږي او نه دخلګوښه اېسي ، سخاوت له انسان سره دهغه د دښمنانو مینه پیدا کوي او بخل د انسان خپل اولادونه دهغه دښمنان ګرزوي . بخل دانساني ارزښتونو له مېنځه وړل اودحیواني صفاتو خپلول ګڼل کېږي . بشرالحافي رحمةالله تعالی علیه فرمایې : دبخیل انسان غیبت نشته . ومدحت امرأة عند رسول ا� �له  صلى الله عليه وسلم  فقالوا صوامة قوامة إلا أن فيها بخلا قال فما خيرها إذن (إحياء علوم الدين) درسول الله صلی الله علیه و سلم په حضور کي یوه  ښځه  وستایله شوه چي هم روژې نیسي او هم تهجد کوي خو بخیله ده رسول الله صلی الله علیه و سلم و فرمایل : چي بخیله ده نو څه خیر په کي پاته شو؟ د بخل دایره هغه وخت پراختیا مومي کله چي انسان د هغو حقوقو� �ه ادا کولو څخه  چي الله تعالی د هغه په ذمه واجب ګرزولي دي لاس واخلي تاسو به ځیني کسان لیدلي وي چي په ځان وخت او مال کي بخل کوي او همدا بخل یې د ځان او خلګو او د الله تعالی د حقوقو له اداکولو څخه راګرزوي ، جاحظ رحمة الله تعالی علیه فرمایې: بخل که په هرچا کي وي مکروه عادت دی خو که ښځینه د خپل نارینه په مال کي بخل کوي کراهیت نلري بلکه د ښځو بخل تر هغه وخته چي خپل نارینه په کي ورته د سخاوت کولو اجازت نه وي ورکړی یو مستحب او ستایلی عمل دی . نور ټول خلګ که هرڅوک وي په بخل کولو بد ښکارېږي په تېره بیا سرمایه داران او پاچاهان او هغه څوک چي خپل ځانونه لویو خاندانونو او قومونو ته منسوب ګڼي ، ثروت منده طبقه او د ا� �تدار خاوندان په بخل کولو د عامو خلګو په نسبت زیات بد ښکارېږي ځکه چي له هغوی څخه د عام ولس تمه شکېږي او دعام ولس ورسره د بخل په وجه عداوت پیدا کېږي . کله خو یو څوک په خپله بخل کوي چي ضرر یې یواځي هغه ته متوجه وي خو بد ترین د انسانانو هغه څوک دی چي په خپله هم بخیل وي او نورو کسانو ته هم د بخل کولو سپارښتنه کوي بخیلان نه يواځي دا چي په خپله كنجوس او بخيلان وي بلكه نوروته  هم دا وائي چي خرچه مه كوه او د ځان م� �ګري زياتوي . الله تعالی فرمایې : الَّذِينَ يَبْخَلُونَ وَيَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبُخْلِ (النساء: 37) الله تعالی هغه بندګان نه خوښوی چي هم پخپله بخل کوي او هم نورو ته په بخل کولو امر کوي . کله خو بخل دې حد ته ورسېږي چي انسان په خپل ځان هم بخیل شي په خپل ځان یې نه مصرف کوي که ناروغ شي علاج نه کوي جامې یې خیرني او څپلۍ یې شلېدلي رنګ یې تک تور سپېره او مفلوک الحال وي له دې وېري په ځان باندي خرچه نه کوي چي هسي نه دا شتمني یې چي په ډېره ستوماني یې لاس ته راوړي ده  لږ او یا ختمه شي داسي کسان به تاسو هم ډېر لېدلي وي . همدا راز الله تعالی بخل کول هلاکت ګڼلی دی چي هغه څوک چي د الله تعالی  په لار کي خپل مال نه لګوي هغوی خپل ځانونه په هلاکت کي غورځوي . وأنفقوا في سبيل الله ولا تلقوا بأيديكم إلى التهلكة.(البقرة۱۵۹) او خرچ كوۍ خپل مالونه د الله تعالى په لاركي او خپل ځانونه په خپل لاس هلاكت ته مه اچوۍ . په مقابل لوري کی د سخاء لوړه درجه هغه ده چي انسان سره له خپله ضرورته د بل چا د ضرورت په رفع کولو کي خپل مال مصرف کري او دبل ضرورت ته د اولیت حق ورکړي دې ته اېثار وایې الله تعالی فرمایې : وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُوْلئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (الحشر9) د مدینې منورې د انصارو صحابه وو خصوصیت دادی چي هغوي د ځان تر اړتیاوو د مهاجرو صحابه وو ضرورتونو ته ترجیح ورکوي ولو که هغوی پخپله سخت مح تاج وي او څوک چي له بخل او حرص کولو څه وساتل شول هغوی بریالي او کامیاب دي . هغه قرآني  آیتونه چي بخل یې بد ګڼلی دی په لاندي ډول دي .  وَلا يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ هُوَ خَيْراً لَهُمْ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَهُمْ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُوا بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلِلَّهِ م ِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ (آل عمران:180) او هغه څوك چي ال� �ه  تعالى له خپل رحمت ځخه دوی ته كوم نعمتونه وركړي وي او هغوي دالله تعالى حقوق د بخل په وجه نه ځيني وركوي هغوي د دا ګمان نه كوي چي دا ددوی لپاره خير دی  بلكه دا بخل ددوی لپاره شردی نژدې دی چي همدغه منع كړی مال به د قيامت په ورځ ددوي په غاړو كي زيندۍ او طوق شي په داسي حال کي (چي هغوی په دې باور لري ) چي آسمانونه او زمکي الله تعالی ته په مېراث پاته دي (او هغه یې حقیقي مالک دی) او الله تعالی په هغه څه چي تاسو یې کوۍ ډېر ښه خبر او پوه دی . ځیني کسان له خلګو څخه خپله شتمني پټوي چي چي څوک یې په شتمني خبر نه شي  تاسو به داسي کسان ډېر لېدلي وي چي ښه به یې کاروبار برابر وي تجارتونه به یې روان وي خو چي کله یو څوک د کاروبار په هکله پوښتنه ځیني وکړي په دروغو قسمونه به خوري او وایې به چي ټپ سره ولاړ یم او خپله شتمني به پټوي  وَيَكْتُمُونَ مَا آتَاهُمُ ال� �هُ مِن فَضْلِهِ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُّهِينًا(النساء: 37) او الله تعالی هغه بندګان نه خوښوي چي هغوی ته الله تعالی په خپل فضل او احسان سره شتمني ورکړي وي خو هغوی یې له خلګو څخه پټوي او مونږ کافرانو ته ذلیل کوونکی عذاب تیار کړی دی . الله تعالی بخل کول د منافقینو خوی ګڼلی دی  فرمایې : وَمِنْهُم مَّنْ عَاهَدَ اللهَ لئِنْ آتَانَا مِِن فَضْلِهِ لَنَصَّدَّقنَّ وَلَنكونَنَّ مِنَ الصَّالِح ِينَ * فَلَمَّا آتَاهم من فَضْلِهِ بَخِلُوا بِهِ وتَوَلّوا وّهُم مُّعْرِضونَ *( التوبة: 75 - 76]) په منافقینو کي ځیني داسي کسان دي چي هغوی له الله تعالی سره تعهد کړی دی چي که الله تعالی ورته په خپل فضل سره شتمني ورکړي هغوی به په کي صدقې او خیراتونه کوي او نېکان بندګان به جوړېږي خو کله چي الله ورته شتمني ورکړه په هغې کي یې بخل پیل کړ او له خپلو وعدو څخه په شاشول او له حق څخه یې مخ واړولو . الله د قرآنکریم په بل آیت کي دا جوته کوي چي د بخیل د بخل کولو ضرر هغه ته متوجه دی فرمایې : هَا أَنْتُمْ هَؤُلاءِ تُدْعَوْنَ لِتُنْفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَمِنْكُمْ مَنْ يَبْخَلُ وَمَنْ يَبْخَلْ فَإِنَّمَا يَبْخَلُ عَنْ نَفْسِهِ وَاللَّهُ الْغَنِيُّ وَأَنْتُمُ الْفُقَرَاءُ وَإِنْ تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْماً غَيْرَكُمْ ثُمَّ لا يَكُونُوا أَمْثَالَكُمْ(محمد: 38) دا خو تاسي هغه څوک یاست چي  د الله تعالی په لاره کي انفاق کولو ته رابلل کېږۍ په تاسو کي ځیني کسان بخل کوي نو که څ وک بخل کوي نو هغه له خپل ځان څخه بخل کوي او الله تعالی بې پروا او غني ذات دی او تاسو هغه ته محتاج یاست که تاسو د الله تعالی په لار کي له انفاق کولو څخه مخ واړوۍ الله تعالی به ستاسو په بدل کي بل قوم راولي بیا به هغوی ستاسو په شان نه وي . بل ځای الله تعالی فرمایې : وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ ال� �َّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَبَشّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ.(التوبة۳۴) او هغه كسان چي دوی سره او سپين زرذخيره كوي او د الله تعالى په لار كي ئي نه لګوي هغوی ته د دردوونكي عذاب زيری و� �كړه . هغه نبوي احادیث چي د بخل په هکله روایت شوي دي : عن عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما قال خطب رسول الله  صلى الله عليه وسلم فقال اياكم والشح انما هلك من كان قبلكم فالشح امرهم بالبخل فبخلوا وامرهم بالقطيعة فقطعوا وامرهم بالفجور ففجروا. (الحاكم) عبدالله بن عمررضي الله تعالى عنهما فرمائي چي رسول الله صلى الله عليه  و سلم په خطبه كي ْوفرمايل : خپل ځانونه له كنجوسي او زيات حرصناک بخل څخه ْوساتئ ځكه چي همدې بخل له تاسي ځخه مخكي � �ومونه هلاك كړي دي حرص هغوي په بخل ْوګمارل بخيلان شول ، د خپلوانو په قطع رحمي ئي ْوګمارل قرابت یې قطع کړلو په بد فعلي یې وګمارل بد فعله شول . عن عبد ال� �ه بن جراد قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  إذا ابتغيتم المعروف فابتغوه في حسان الوجوه فوالله لا يلج النار إلا بخيل ولا يلج الجنة شحيح إن السخاء شجرة في ا� �جنة تسمى السخاء وإن الشح شجرة في النار تسمى الشح. (البيهقي) له عبد الله بن جراد څخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل كه تاسي خير غواړۍ  نو د ښكلي څېرو په كسانو كي ئي غواړۍ او په الله تعالى مي د قسم وي چي بخيل به دوزخ ته ننوزي او جنت ته به حریص بخیل سړی نه ننوزي او سخاء په جنت كي يوه ونه ده چي سخا یې نوم دی او حرصناک بخل په دوزخ كي يوه ونه ده چي شُح نومېږي . بخل د مال نه خرچ کولو ته وایې او ُشح د مال نه خرچ کو� �و او حرص ته وایې په دې اساس بخیل هغه څوک دی چي د مال لګښت نه خوښوي او خپله شتمني نه مصرف کوي او شحیح هغه څوک دی چي هم خپل مال نه لګوي او هم د نور ي شتمني په راټولولو نه مړېږي چي مونږ ورته د کنجوس اصطلاح ټاکلي ده . عن عائشة رضي الله عنها قالت قال رسول ال� �ه صلى الله عليه وسلم الجاهل السخي أحب إلى الله من العابد البخيل. (البيهقي) له عائشه رضي الله تعالى عنها څخه � �وايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل : الله تعالى ته ناپوه سخي تر عبادت كوونكي بخيل غوره دی . عن ابي سعيد الخدري قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم خصلتان لا تجتمعان في مؤمن البخل وسوء الخلق.  (الترمذي) له ابوسعيدرضي الله تعالى عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل : دوه خويونه په مسلمان كي نه يوځاي كېږي بخل او بداخلاقي . عن أبي ذر قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم إن الله يبغض ثلاثاً الشيخ الزاني والبخيل المنان والفقير المختال. (سنن ا� �بيهقي) له ابوذر رضي الله تعالى عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه  و سلم ْوفرمايل : د الله تعالى درې كسان بد اېسي سپين ږیری زناكاراو احسان اچوونكی بخيل او محتاج كبرجن .  قدم خالد بن الوليد من ناحية أرض ا� �روم على النبي  صلى الله عليه وسلم  بأسرى فعرض عليهم ال� �سلام فأبوا فأمرأن تضرب أعناقهم حتى إذا جاء إلى آخرهم قال النبي  صلى الله عليه وس� �م  يا خالد كف عن الرجل قال يا رسول الله ما كان في القوم أشد علي منه قال هذا جبريل يخبرني عن الله أنه كان سخيا في قومه فكف عنه وأسلم الرومي. (الدر المنثور عن الموفقيات) خالد بن وليد له روم څخه راغی او جنګي بنديان ْورسره وو او رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ئي حاضر كړل هغه د اسلام د قبلولو دعوت وركړ هغوي انكار ْوكړ امر ئي ْوكړ چي غاړي ئي غوڅي كړۍ چي كله د وروستي كس وار راغی رسول الله صلى الله عليه و سلم ْوفرمايل خالد لاس د درونيسه  هغه ْوويل چي دا سړی خو تر ټولو سخت راسره جنګېدلو رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل چي دادی جبرئيل عليه السلام له الله تعالى ځخه خبر راووړ چي دا سړی په خپل � �وم كي سخي وو مه ئي وژنه هغه رومي بيا اسلام قبول كړ . عن جابر بن عبد الله قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  قال لي جبريل قال الله تعالى إن هذا الدين ارتضيته لنفسي ولا يصلحه إلا السخاء وحسن الخلق فأكرموه بهما ما صحبتموه. (الاتحافات السنية بالاحاديث القدسية) له جابر رضي الله تعالى عنه څخه روايت دی چي رسول الله  صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل :  جبريل عليه السلام ماته وْويل چي الله تعالى فرمائي ما همدغه دين د ځان لپاره خوښ كړی دی او دا دین په سخا او ښو اخلاقو ښه ښکارېږي نوتاسي د خپل دين په دغودوو خويونو قدر ْوكړۍ.ترڅو چي د دې دين ملګري ياست .  عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ""ما من رجل له مال لا يؤدي حقّ ماله إلاّ جعل له طوقًا في عُنُقه شجاع أقرع وهو يفر منه وهو يتبَعُهُ  (رواه ابن م اجه والنسائي ) له عبد الله ابن مسعود رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : هرڅوک چي � �تمني لري او په خپله شتمني کي د الله تعالی حقوق نه ورکوي دا خپله شتمني به یې د قیامت په ورځ یو برګ ښامار وي چي په غاړه کي به یې زېندۍ وي چي دی به ورڅخه ځغلي او هغه به ورپسي وي .  عن عبد الله بن الشّخير رضي الله عنه قال: أتيتُ النبيّ صلى الله عليه وسلم وهو يقرأ: {أَلْهَاكُمُ ا� �تَّكاثُرُ} قال: ""يقول ابن آدم: مالي، مالي. قال: وهل لك يا ابنَ آدم من مالكَ إلاّ ما أَكَلْتَ فأَفْنَيْتَ، أو لَبِسْتَ فَأَبْلَيْتَ، أو تصدَّقْتَ فأمْضَيْتَ؟"" (رواه مسلم) له عبد الله ابن الشخير رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی فرمایې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم او هغه ( ألهاکم التکاثر) تلاوت کړ او بیا یې وفرمایل : انسان وایې زما هستي او زما شتمني او بیا یې وفرمایل : اې انسانه ستا مال خو صرف هغه ده چي ود خوړلو او ضایع د کړلو ، واد غوستلو او زاړه د کړلو او یا د الله تعالی په لار کي صدقه کړلو او له لاسه د ووتلو.    عن أنس بن مالك رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ""ثلاثٌ مُنجيات: خشية الله تعالى في السّرِّ والع� �انية، والعدل في الرضا والغضب، والقصد في الفقر والغنى. وثلاث مُهْلِكاتٌ: هَوَىً مُتَّبع، وشُحٌ مُطاع، و� �عْجابُ المرء بنفسه(رواه الطبراني والبزار ) له أنس بن مالک رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : درې شیان انسان له هلاکتونو څخه خلاصوي په ښکاره او پټه کي له الله تعالی څخه وېره ، په خوشالي او غصه کي عدل او انصاف کول ، او په نېستي او اوبادي کي په مصرف کولو کي میانه روي کول او درې شیان انسان هلاکوي دنفس هغه غوښتني چي انسان یې په سر اخېستی وي او هغه بخل او حرص چي په انسان کي یې پړې اچولی وي او دانسان په خپل ځان مغرور کېدل .  وعن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ""شَرُّ ما في الرجل: شُحٌّ هالعٌ، وجُبْنٌ خالع"" (رواه أحمد وابن حبان ) له أبوهريره رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وف� �مایل : دوه خویونه په سړي کي بدترین د خویونو دي هغه بخل سره له حرصه چي هیڅ وخت یې مړښت نه وي ، او هغه بزدلي چي هرڅه د انسان له لاسه باسي .  وعن عائشة رضي الله عنها قالت: قالت هند أم معاوية لرسول الله صلى الله عليه وسلم: ""إنّ أبا سفيان رجل شحيح، فهل عليّ جُناحٌ أن آخذ من ماله سِرًّا؟ قال: ""خذي أنت وبنوك ما يكفيك بالمعروف(� �واه البخاري ومسلم) له عائشه رضي الله تعالی عنها څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چي دمعاویه رضي ا� �له تعالی عنه مور د أبو سفیان مېرمني (هند) رسول الله صلی الله علیه وسلم ته شکایت وکړ چي أبوسفیان هم بخیل دی او هم حریص دی آیا زه به بزه ګاره یم که د هغه له دارایې څخه یو څه په پټه راواخلم؟  � �سول الله صلی الله علبیه وسلم وفرمایل : ته او زامن د په ښه طریقه د هغه له دارایې څخه دومره څه در آخلۍ چي ستاسو ګوذاره ورباندي کېږي  وعن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ""ما من يوم يُصبح العباد فيه إلاّ ملكان ينزلان، فيقول أحدهما: اللهم أعطِ مُنفِقًا خلفًا، ويقول ال� �خر: اللهم أعطِ ممسكًا تَلفًا(رواه البخاري ومسلم) له أبوهريره رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : هره ورځ چي سهارشي دوه ملایکه له آسمان څخه راښکته کېږي اویو یې  دا دعاکوي چي اې پروردګاره هرڅوک چي مصرف کوي هغه ته نوره شتمني ورکړې او هغه بل یې وایې: اې پروردګاره په هرکنجوس نېستي او تباهي راولې .  وعن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ""يتقارب الزمان، وينقص العمل ويُلقى الشُّحُّ، ويكثر الهرجُ"" قالوا: وما الهرجُ؟ قال: ""القتلُ القتل ُ(رواه البخاري ومس� �م) له أبوهري� �ه رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : وخت رانژدې کېږي او عملونه کمېږي او بخل او په دنیا نه مړښت را مخ ته کېږي او هرج به ډېر شي اصحابو پوښتنه وکړه چي هرج څه ده ؟ هغه وفرمایل : د یو بل له لاسه مرګونه او قتلونه .  وقال محمد بن المنكدر رحمه الله تعالى -: كان يُقال: إذا أراد ا� �له بقوم شرًّا أمَّرَ عليهم شرارهم، وجعل أرزاقهم بأيدي بخلائهم. محمد بن المنکدر رحمة الله تعالی علیه فرمایې  چي داسي به ویل کېدل چي کله الله تعالی یوه � �وم ته د بدو اراده وکړي په هغوی باندي بدترین د خلګو مسلط کړي او د هغوی ارزاق د بخیلانو لاسونو ته وسپاري . . ومسألة اللّـئيم عليـك عـارٌ ......................  وذلـك حـين تسـأله عناءُ وذو ا� �كرم الكريم تراه سهلا..................... طلـيق الوجه ليس به التواءُ له كنجوس ځخه غوښتنه پيغور دی او چي كله څه ځيني غواړې ْو� �ته دروند بار وي  او سخي طبيعته انسان چي كله هم ويني نو ټنډه به ئي غوړېـدلي وي، ګونجي به نلري او هركار به ْورته آسان  وي . منع العطاءِ وبسط الوجه أفضل من................. بذل العطاء بوجهٍ غير م نبسط د تروې ټنډي تر و� �کړي نه ْوركړه ښه ده خو ټنډه  تروه مه نيسه . وذي حرص تراه يلم وف� �ا............................... لوارثه ويدفع عن حماه ككلب الصيد يمسك وهو طاو............................... فريسته ليأكلها سواه د حرص خاوند ته ګوره چي دخپل ميراث خورلپاره ستړی ستومانه وي اومال رايوځاي كوي اوډېروي ئي او د وارث د اُورسو(چراګاه) چوكيداري كوي لكه ښكاري سپی چي په ښکا � �پسي ځغلي او ستوماني ګالي ددي لپاره چي هغه ئي ْونيسي او نورئي ْوخوري . یوبل شاعر وایې: أمت مطامعي فأرحت نفسي...................................  فان النفس ما طمعت تهون وأحييت القنوع وكان م يتا........................................ ففي احيائه عرض مصون اذا طمع يحل بقلب عبد............................................. علته مهانة و علاه هون خپل اميدونه او لالچونه مي ټول ووژلو او خپل ځان مي هوسا کړلوځكه نفس چي تر كومه وخته طماع وي سپك وي او مړ شوی قناعت مي را ژوندی كړلو ځكه چي د هغه په � �اژوندي كولو كي زما عزت محفوظ ْوو او كله چي د يوه انسان په زړه باندي طمع را ټیټه شوله نوداسي یي وګڼه چي ذلت او سپكه ئي په سر باندي سپره شوله . هرمسلمان ته په کار ده چي خپ� �ه شتمني د الله تعالی یو نعمت او رحمت وګڼي او شتمني د الله تعالی تعالی یوه آزموینه احساس کړي او په هغې کي د الله تعالی فرض شوي حقوق او د أقرباوو او مساکینو او ګاونډیانو حقوق ادا کړي ورنه الله تعالی ددې توان لري چي هرڅه د هغه له لاس څخه د سترګو په رپ کي وباسي او په دې عقېده ولري چي زه که هرڅه تصرف په خپله شتمني کوم خو د � �یامت په ورځ به الله تعالی ته د هغې ذره ذره حساب ضرور ورکوم ",په بخیل انسان کي خیر نه وي 5869,قدوسي سليمانخيل," قناعت په لږ څه خوشاله كيدلو ته وائي يعني كوم څه چي د مسلمان په لاس كي وي په هغه خوشاله وي او يوي او بلي خوا ته سترګي نه غړوي دې ته قناعت وائي تير رنځونه كوم چي مونږ ورباندي وغږېدلو او یا نور اخلاقي رنځونه چي بحث به ورباندي وشي  د زيات ترو اساسي محرك د � �ناعت د نسخې نشته والی دی يو څوك چي په خپل حالت قانع نه وي هغه دروغ هم وائي غيبت هم كوي په حسد هم اخته كېږي تجسس هم كوي حرص هم كوي بخيل هم وي  طماع  هم وي متجاوز هم وي مقصد دا چي نه قناعت د زياتو اخلاقي مفاسدو سبب ګرزي .  او د زيات ترو اخلاقي � �نځونوعلاج هم همدغه قناعت دي اوبس او دا صفت د صالحو مْومنانو او د الله تعالى ددوستانو وي . يقول فضالة بن عبيد أنه سمع رسول الله  صلى الله عليه وسلم يقول طوبى لمن هدي الى الاسلام وكان عي� �ه كفافا وقنعه الله بما اتاه . (الترمذي) له فضاله بن عبيد رضي الله تعالى عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل:  ډېره خوشالي ده د هغه چالپاره چي اسلام ته ئي لاره وموندله او دومره رزق ْورته ورسيدلو چي دده لپاره كافي وْو او الله تعالى په هغه څه قناعت ورکړی وي چي دده په واک کي وي . عن أبي أيوب الأنصاري قال أتى النبي  صلى الله عليه وسلم  رجل  فقال عظني وأوجز قال: إذا قمت في صلاتك فصل صلاة مودع ولا تكلمن بكلام يعتذر منه غدا وأجمع اليأس مما في أيدي الناس. (سنن ابن ماجة) � �ه ابي ايوب الانصاري رضي الله تعالى عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يو سړی راغی او وئي ويل چي ماته يو كوتاه مختصر نصيحت وکړه رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل:  چي كله په لمانځه ودرېدلې نو داسي لمونځ كوه لكه دغه چي ستا اّخري لمونځ وي او هغه خبره مه كوه چي سبا ئي بياپه عذر ْوئيلو باندي مجبوره ئي او د خلګو په لاس كي چي څه دي له هغه څخه بشپړه تمه  و� �كوه. عن ابي الدرداء قال قال رسول ال� �ه  صلى الله عليه وسلم ما طلعت الشمس قط الا وبجنبتيها ملكان يناديان يسمعان من على الارض غير الثقلين ايها الناس هلموا الى ربكم ما قل وكفى خير مما كثر والهى. (مسند الطيالسي) له ابوالدرداء رضي الله تعالى عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل:هره ورځ چي كله لمر راخېژي يوه او بل څنګ ته ئي دوه فرشتي آوازكوي او له انسانانو او پيريانو څخه پرته ئي هرڅوك  آوري اووائي:ګړندي شۍ د الله تعالى خواته هغه څه چي لږدي او ستاسو لپاره كافي دي ترهغه څه ډېر ښه دي چي ډېر وي خو تاسي ئي د الله تعالى اود آخرت له ياد څخه مشغول كړي ياست. وعن عبيدِ الله بنِ مِحْصَنٍ قال قال رسولُ الله صلى الله عليه وسلم:  مَنْ � �صبحَ منكم آمناً في سِربِه مُعافىً في جسدِه عندَه قوتُ يومِه فكأنما حِيزَتْ له الدنيا بحذافيرها ( الترمذي)  له عبيد الله بن محصن الانصاري رضي الله تعالى عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: څوك چي په خپل قوم كي په امن كي وو او هوساوْو په بدن روغ وْو د همدغه ورځي خوراك ئي درلود داسي د ئي ْوګڼي لكه ټوله دنيا چي له سرو او سپینو سره دده په ملكيت كي وي. عن هشام بن عروة عن أبيه قال قال عمر رضي الله عنه من استغنى بالله اكتفى ومن انقطع إلى غير الله يعمى ومن كان من قليل الدنيا لا يشبع لم ينفعه كثير ما يجمع فاكتف منه بالكفاف والزم نفسك بالعفاف ودع الغلول فإن حسابها غدا يطول. (الزهد الكبير) هشام بن عروه له خپل پلاره څخه روايت كوي او وائي چي عمر رضي الله تعالى عنهم اجمعين وفرمايل: چاچي په الله تعالى ځان له خلګو څخه مستغني كړ هرڅه به ْورته كافي شي او چاچي له الله تعالى څخه تعلق ْوشكولو او په مخلوق پوري ئي لاس ْونيو ړوندبه شي او كه څوك په لږه شتمني  موړ نشي نو ډېره دارائي چي را يو ځاي كوي هغه به هم فائده نه ورته ورسوي نو په معمولي شي باندي قناعت او ګوذاره وكړه او له خلګو څخه مستغني اوپاكدامن ووسه او ډېر حرص او بخل پرېږده ځكه چي سبا به ئي حساب ډېر اوږد او مشكل وي . لما نزل بسلمان الموت بكى فقيل له ما يبكيك يا ابا عبد الله قال اخشى ان لانكون حفظنا وصية رسول الله  صلى الله عليه وسلم  انه كان يقول ليكن بلاغكم من الدنيا كزاد الراكب. (تهذيب الاثار) سلمان رضي الله تعالى عنه د وفات په وخت كي ژړل چاپوښتنه ځيني ْوكړه چي د عبد الله پلاره څه شي د ژړوي؟ ده ْوفرمايل :  چي په دي ويرېږم چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم په دې وصيت به مي عمل نه وي كړی چي هغه فرمائيلي دي: له دنيا څخه دومره څه لاس ته راوړه لكه د مسافر څوری او توشه. عن ابي عمرو الشيباني قال سأل موسى عليه السلام ربه عز وجل أي رب أي عبادك احب اليك قال اكثركم لي ذكرا قال يا رب فأي عبادك أغنى قال اقنعهم بما اعطيته قال يا رب فاي عبادك اعدل قال من دان من نفسه. (الزهد لابن السري) موسى عليه السلام له الله تعالى پوښتنه ْوكړه :اې زماپروردګاره ،  تاته په خپلو بندګانو كي څوك ډېر غوره دی ؟   الله تعالى ْوفرمايل د چاچي زه ډې� �په ياد يم موسى عليه السلام بله پوښتنه ځيني ْوكړه ، اې زما پروردګاره  ستا په بندګانو كي څوك ډېر بډای دی؟ الله تعالى ْوفرمايل: ځماپه ْوركړيو نعمتونوباندي زيات قناعت کونکی انسان ، موسى عليه السلام بيا پوښتنه ْوكړه  اې زما پروردګاره  ستا په بندګانو كي څوك ډېر عادل او د انصاف څښتن دي الله تعالى وفرمايل: څوك چي له ځان سره د خپلو اعمالو او اقوالو ح ساب نیسي  . قال عمر بن عبد العزيز: الفقه الأكبرالقناعة وكف اللسان. (أدب المجالسة) عمربن عبدالعزيزرضي الله تعالى عنه فرمائي: د مسلمان � �ويه پوهنه قناعت او د ژبي له خبرو بندول دي. � �ال بعض الحكماء من اشتغل بمالا يعنيه و لم يستغن بما يكفيه فليس في الدنيا شيء يغنيه. (العزلة) پوهان وائي: څوك چي په غير م قصود شي لګيا شو او په هغه  څه ئي ځان بډای ونه ګڼلو چي دده لپاره كفايت كوي نو په دنيا كي داسي څه نشته چي هغه موړ کړي. يقول إبراهيم بن أدهم قلة الحرص والطمع تورث الصدق والورع وكثرة الحرص والطمع تكثر الغم والجزع. (حلية الأولياء) ابراهيم بن ادهم (رح) چي يولوي ولي الله دي فرمائي:كله چي حرص او طمع كمه وه دا په مسلمان كي ريښتيا ويل او پرهيزګاري پيدا كوي او چي زياته وه بيا غم او پريشاني پيدا كوي.  شاعروائي: لا تضرعن لمخلوق على طمع .................................... فإن ذاك مضر منك با� �دين واسترزق الله مما في خزائنه..................................... فإنما هو بين الكاف والنون ألا ترى كل من ترجو وتأمله.................................... من البرية مسكين بن مسكين د طمعي او اميد په وجه چاته عاجزي مه كوه ځكه چي دا ستا دين ته نقصان رسوي او د الله تعالى له ډکوخزانوڅخه  یې وغواړه چي هغه ئي د سترګو په رپ كي دركولاي شي اّيا دا خلګ چي ته تمه ورته كوي او تل څه ځيني غواړې  تاته نه دي معلوم چي په خپله هم مسكينان دي او پلرونه ئي هم مسكينان وو.  بل � �اعروائي: أفادتني القناعة كل عز............................................ وهل عز أعز من القناعة فصيرها لنفسك رأس مال ....................................... وصير بعدها التقوى بضاعة قناعت زه د عزت مقام ته ْورسولم او د عزت د لاس ته راوړلو لپاره تر قناعت بله ښه ذريعه نشته همدغه قناعت خپله سرمايه ْوګرزوه اوله هغه وروسته ت� �وا د ځان لپاره توشه جوړه كړه. بل شاعر وايي: كن بما اوتيته مقتنعا ....................................... تقتني عيش القنوع المكتفي كسراج دهنه قوت له............................................... فإذا غرقته فيه طفي څه چي الله تعالى دركړي دي په هغه قناعت وكړه د خود كـفايته قانع انسان ژوند به خپل كړې او ډېره هستي اواوبادي نقصان ده  لكه څراغ چي كه یې خپل تيل په ټاکلي اندازه وي ورباندي لګېږي او خلګو ته رڼا ورکوي خو كه ئي تيل زيات شي او يا یې په تيلوكي ډوب كړې سمدلاسه مري. ",قناعت کول د زیاتو رنځونو لپاره غوره نسخه ده 5870,قدوسي سليمانخيل," هر هغه قول او یا فعل چي اسلام هغه ګناه او یا جرم بللی دی عملي واقعیتونو دا په اثبات رسولي دي چي هغه انسان د تباهي او بد م رغي لور ته وربولي او د هغه قول او یا فعل ضرر په حتمي شکل په مستقیم او یا غیر مستقیمه توګه د انسان انفرادي او یا اجتماعي ژوند ته رسېږي . کله چي مونږ اسلامي هغه نصوص څېړو چي د ګناهونو ضررونه بیانوي تل د هغو ستونځو او مشکلاتو چي انسانیت ورسره لاس او ګرېوان کېږي اساسي لامل هماغه ګناهونه او جرایم ښیي چي خلګ یې مرتکب کېږي چي دا په دې دلالت کوي چي اسلام د دې نصوصو له مخي غواړي یو ه بشپړه نظریه او یو ثابت قانون وړاندي کړي چي د هغه په رڼا کي انسان په دې باور او ع� �یده شي چي هر هغه مادي ستونځي او روحاني ستومانیوي  چي انسان لاندي کوي د هغه تخلف او سرغړوني زېږنده ده چي انسان یې له هغوالهي قوانینوڅخه کوي چي د انسان لپاره د آسماني رسالتونو په بهېر کي را� �ېږل شوي دي .  الله سبحانه وتعالى فرمايې : وما أصابكم من مصيبة فبما كسبت أيديكم( الشورى30) که تاسو ته کوم تکلیف متوجه کېږي دا دهغو ګناهونو زېږنده دي چي تاسو یې په خپلو لاسونو مرتکب شوي یاست . ددې آیت کریمه له مخي دا جوته کېږي چي هر تکلیف او ستو ماني چي انسان ته متوجه کېږي هغه د ده د کړو وړو په نتیجه کي رسېږي د عملي ژوند په ډګر کي که مونږ ورته وګورو کومي ستونځي چي مونږ ورسره په غېږ یو او ژور فکر ورته وکړو او عوامل یې پیدا کړو دې نتېجې ته به حتما ورسېږو چي د یوې داسي ګناه به ضرور مرتکب شوي یو چي هغې به ددې تکلیف په رامېنځ ته کولو کي په مستقیم او یا غیر مستقیمه توګه رول لوبولی وي . په دې اساس د هرهغه عمل چي اسلامي هغه جرم او ګناه معرفي کړي وي انسان ته یو ځانګړی ضرر ور اړوي ، د مثال په توګه که زنا ده او که غلا ده ، که دروغ ویل دي او که تور لګول ، که تېری دی او که خیانت، که د نورو حقوق پایمالول دي او که غېبت ، که فساد جوړول دی او که د خبرو ځغلول دا ټول هغه شرعاً حرام کارونه دي چي میکروبونو ته ورته دي که انسان د هغه معالجه و نکړي حتما د هغه په هلاکت منجر کېږي . ددې تر څنګ چي ګناهونه د ستونځونو بنسټېز عوامل دي ګناهونه د انسان په زړه هم منفي اغېزې پرې باسي ، ګناهونه د انسان کوګل ګړزجن کوي ، زړه ناروغه کوي او که د انسان ګناهونه زیات � �ي او دوام ورباندي وکړي په زړه کي ترږمۍ او تیارې پیدا کوي چي بیا د هدایت وړانګي نه ور پرېږدي همدا راز زړه ک� �ک کوي چي بیا ښې خبري او نصېحت او آزمېیښتونه ور باندي اثر نه کوي ، او چي کله تیارې په زړه چارپېره شي او زړه سخت شي بیا انسان د هغو بدترینو لویو جرایمو مرتکب کېږي چي ګواښ یې فرد او ټولني دواړو ته متوجه کېږي او قرآنک� �یم دا حقیقت واضح کړی دی الله تعالی فرمایې : ثم قست قلوبكم من بعد ذلك فهي كالحجارة أو أشد قسوة و ان من الحجارة لما يتفجر منه الانهار(البقرة 74) د حق له منلو څخه وروسته خو بيا ستاسو زړونه  د ډبرو په شان سخت او یا تر ډبرو زیات سخت شول ځکه چي په ډبرو کي ځیني داسي ډبري شته چي ویالې او چینې ور څخه راخوټېږي . ځکه خو اسلام مسلمانان دې ته رابولي چي ګناه وړه ونه ګڼي او له ځان سره محاسبه جاري وساتي او چي کله هم د الله تعالی نافرماني ورڅخه وشي اویا د یوې ګناه مرتکب شي فوراً توبه وباسي تر څو د هغه او د ګناهونو تر مېنځ فاصلې زیاتي شي او په زړه یې اغېزه پاته نشي او زړه یې پاک شي چي کله انسان توبه ګار او په ګناه کولو پښېمان  شي نو دا عارضي ګناه د هغه په زړه او کوګل څه اثر نه پرېږدي. همدا راز ګناهونه د انسان پوهي او علم ته نقصان رسوي هغه څوک چي د ګناهونو ارتکاب پیل کړي کوم معلومات په تېره دیني پوهنه یې له ذهن څخه وځي حافظه یې کمزوري کېږي همدا وجه ده چي په لوېدېزه نړې کي د زهایمر ناروغي مخ په پراختیا ده زهایمر هغه ناروغي ده چي که یوڅوک ورباندي اخته شي د هغه حافظه په لته وهي بیا هغه شخص د تېر وخت معلومات په یاد نلري په دې رنځ د امریکا پخوانی رئيس جمهور رونالډ رېګن اخته شوی وو چي دا یې هم په یاد نه وو چي هغه یو وخت د امریکا ټولواک وو او دهغه په دې رنځ اخته کېدل  د هغو الکولي موادو د استعمال او اعتیاد او دنورو داسي کارونو د ارتکاب نتېجه وه چي اسلامي شریعت هغه حرام ګرزولي دي . له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوی دی چي هغه فرمایې : اتقوا الذنوب، فانها ممحقة ل� �خيرات، ان العبد ليذنب الذنب فينسى به العلم الذي كان قد علمه..). له ګناهونو څخه ځانونه وساتۍ ځکه چي هغه نېک عملونه له مېنځه وړي او چي کله یو بنده ګناه کوي نو هغه معلومات او پوهنه یې ورباندي هېرېږي کوم چي یې زده کړي وي . ځکه خو زمونږ علماء کرام فرمایې چي پوهنه یوه پاکه ماده او د علم زده کوونکی یې باید په پاک ځای کي وساتي او هغوی تل زده کوونکیو ته ددې توصیه کوي چي خپل نیتونه صفا کړي او خپل زړونه د ګناهونو له چټلتیاوو څخه سوتره وساتي تر څو پوهنه په کي ځای ونیسي او تل تر تله یې په حافظه کي پاته شي . همدا راز د ګناهونو ارتکاب دزړونو عاجزي او خشوع له مېنځه وړي او د انسان زړه له عبادتونو او د خیر له کارونوڅخه خواتوری کوي ، د ښپې له تهجد څخه یې راګرځوي ، په رزق کي کمی راولي او ب� �کت ورڅخه پورته کوي . علي کرم الله وجهه ته یو شخص راغی او ورته ویې ویل چي د شپې لمانځه ته نه شم راپورته کېدلای هغه په ځواب کي ورته وفرمایل : أنت رجل قد قيدتك ذنوبك ته يوداسي څوک یې چي ګناهونو د شپې له لمانځه څخه ځولانه کړی یې . همدا راز ګناهونه ددعا په قبلېدلو کي خنډونه اچوي علماء کرام فرمایې چي د دعا د قبول کېدلو لپاره یو ضروري شرط دا دی چي د انسان نیت به د اخلاص وي د نیت اخلاص دا معنا چي ګناهونه به پرېږدي په هغه صورت کي که هغه دعا کوي نو دعا به یې قبلېږي . یو تابعي فرمايې چي کله یو بنده له الله تعالی څخه یو ضرورت وغواړي نو الله تعالی د هغه دحاجت دعا په نژدې او یا راتلونکي وخت کي ژر او یا په ځنډ قبلوي خو کله چي بنده د یوې ګناه م� �تکب شي الله تعالی فرشتې ته ووایې چي حاجت یې مه پوره کوه ځکه چي هغه زما غصه راوپاروله او ددې حقدار وګرزېدلو چي هغه د دعا له قبولیت څخه محروم کړم . همدا راز د ګناهونو ارتکاب له انسان څخه د الله تعالی ورکړي نعمتونه آخلي قرآنکریم ددې خبري ښکاره ګواه دی الله تعالی فرمایې : كفروا بآيات الله، فأخذهم الله بذنوبهم، ان الله قوي شديد العقاب _ وذلك بأن الله لم يك مغيراً نعمة أنعمها على قوم حتى يغيروا ما بأنفسهم، وان الله سميع عليم ( الأنفال 52-53) هغوی د الله تعالی په آیتونو منکر شول ځکه خو الله تعالی هغوی په خپلو ګناهونو ونېول  په رېښتیا چي الله تعالی زورور او د سخت عذاب ورکولو څښتن دی دا په دې وجه چي الله تعالی چي کوم نعمتونه په یوه قوم ولوروي بیا یې تر هغه وخته نه ورڅخه آخلي ترڅو چي هغوی په خپلو کړوړوړو او نیتونوکي بدلون نه راولي او په رېښتیا چي الله تعالی آورېدونکی او په هرڅه زیات خبر دی . له تېرو آیتونو او روایتونو څخه دا څرګنده شوله چي د ګناهونو م� �تکب کېدل د انسان د ژوند ټولو اړخونو ته ګواښونه پېښوي ځکه خو د اخلاقو او سلوک اسلامي پوهان او متصوفین تل مس� �مانان په دې ګماري چي په اسلامي طریقه د خپل ځان او اولادونو روزنه وکړي او له خپل هغه نفس سره چي هغه انسان په بدو کارونو ګماري وجنګېږي او ټولي هغه لاري ورباندي قطع کړي چي د ګناهونو ارتکاب ته ورباندي رسېږي . ",د ګناهونو منفي اغېزې 5871,," عبدالله پتمن/كابل د صوبه سرحد ايالت په گورنر د شوې راکټې بريد د مجرم په نه ورکولو سره په سويلې وزيرستان کې د احمد زيو او وزيرو قومونو په ضد د حکومت له خوا د دغه قومونو د وگړو په نيولولاس پورې کړ. د دغه گام اخيستو  په ترڅ کې پرون ۵ تنه ونيول شول. په واڼه، ډېره اسماعيل خان او ټانک کې هم د ځينو كسانو د نيولو لپاره د پوليسو هڅې پيل شوې دي. د � �بيايلې چارواکو په وينا د دغو قومونو پر ضد گامونه هغه مهال پيل شول چې په گورنر د ترسره شوې بريد کونکې دوى ح کومت ته ونه سپارل. د دغه چارواکې په وينا له ډېره اسماعيل خان او ټانک څخه يې هم د دغو قومونو ۴ تنه نيولې دي چې د نيول شوو کسانو شمېره نهو تنو ته ورسېده. ",د صوبه سرحد پر والي د بريد په تور ځيني كسان نيول كېږي 5872,," د ايساف له لوري د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې يو ښوونځى له بيا جوړولو وروسته د يکشنبې په ورځ د زده کونکو پر مخ پرانيستل شو. د ايساف خپره شوې پاڼه وايي چې د ښوونځي په بيا جوړولو ٣٠ زره ډالر ه لګېدلې او ٩٠٠ زده کونکي لري . ښوونځى د جګړې پر مهال ويجاړ شوى وو. ",په پنجوايي کې يو ښوونځى پرانيستل شو 5873,," په کندهار کې پوليسو نن سهار وختي ٦ بجې د کندهار ښارد نهمې ناحيې د لويې ويالې په سيمه کې له يو زاړه سراى څخه د پرسونل ضد ١٠٤ ماينونه تر لاسه کړي دي. د کندهار د پوليسو مشر وايي دښمن غوښتل دغه ماينونه د ورانکارو عملونو د ترسره کولو په موخه د ژړۍ ولسوا� �ۍ اود پاشمول سيمو ته ولېږدوي.د پيښي په تور څوک نه دي نيول شوي. ",په کندهار کې د پرسونل ضد ماينونه ترلاسه شول 5874,," وسله والو کسانو چې پوځې جامې يې په ځانو کې وې، نن له غرمې مخکې د عراق په پلازمېنه بغداد کې د لوړو زده کړو د وزارت په يوه دولتي ودانۍ يرغل وکړ او سل تنه دولتي کاروکونکي، ساتونکي او ودانۍ ته ورغلي کسان يې له ځان سره د يرغمل په توګه وړي دي، عيني شاهدانو او عراقي پو� �يسو د پيښي پخلى کړى دى. ",په بغداد کې لسګونه تنه يرغمل نيول شوي 5875,," احمد جاويد تسلد بريتانيا د بهرنيو چارو وزيرې مارګرېټ بکېټ تېره ورځ د اروپايي ټولنې د بهرنيو او د دفاع د چارو وزيرانو په يوه ناسته کې نړيواله ټولنه يې ايران او سوريې ته د خبرو اترو لپاره  را وبلل. د بريتانيا د بهرنيو چارو وزيرې له دغو دواړو هېوادونو سره  خبرې اترې د اسراييلو او فلسطين تر منځ د کړکېچ هوارۍ او د عراق د بيا رغاونې کار ته چټکتيا وربښل  اړين وباله. بکېټ وويل، بريتانيا هڅه کوي چې ايران او سوريه دې ته اړ کړي  څو د عراق د کړکېچ د هوارۍ په اړه اغېزمن رول ولوبوي. دغه راز په دې ناسته کې ، اروپايي ټولنې ته د ترکيې په ورګډېدلو هم خبرې وشوې. د ترکيې د خبرو اترو کوونکي پلاوي  مشر علي بابکان وويل، چې اروپايي ټولنه نشي کولاى د ترک مېشتو او يوناني م ېشتو دوو سيمو په اړه پرېکړه وکړي. اوس مهال د قبرس دوه ترک مېشت او يوناني مېشتې سيمې  د دوو دولتونو ترکيې او قبرس په وسيله اداره کېږي. هم دغه راز ترکيې له خپل ګمرکي ټولنې څخه د قبرس او د اروپايي ټولنې نهو نورو هېوادونو له شاملېدو سرغړوي. اروپايي ټولنې ګواښ کړى دغه امر کولاى شي دغې ټولنې ته د ترکيې د شاملېدو موضوع په خطر کې واچوي. ",بريتانيا سوریه او ایران د سولي په خبروکي اړین وبلل 5876,دیپلوم انجینر محمد حق نیکزاد," دمځکی بیا ابادول  –  Land Reclamation     دیپلوم انجینر محمد حق نیکزاددکرهڼي په سکتور کي مځکه نه یوازي د تو� �ید یوه مهمه وسیله ده ،بلکه د انسانانو د ژوندانه د نورو شرایطو دبرابرولو دپاره( خوراک ، پوښاک او استوګنځای) هم لمړی درجه اهمیت لري .  افغانستان چی یو کړهڼیز هیواد دی او د وګړو اکثره خلګ یی(په س� �وکی ۸۵) په کرهڼیزو چارو کی بوخت دي اود ملي عوایدو څه دپاسه ( په سلوکي ۷۵) د دغه سکتور څخه لاس ته راځي .نوپه عمومي توګه دا حقیقت څرګندولای سو چي د ملي اقتصاد د بنسټ ډبره هم دغه د کرهڼي سکتور دی او بیا په خاصه توګه د مځکي څخه د ګټي اخیستلو څرنګوالی دی . سره ددې چي د مځکي د کرلو دپاره ډیر ښه اقلیمي شرایط  په طبیعي � �کل سره  موجود دي چي په نورو مملکتونو کي دغه ډول شرایط  په مصنوعي توګه او په لوړ لګښت سره برابریږي. خو د بده مرغه د یوه واحد تولید اندازه بیحده ډیره ټیټه ده. همدا علت دی چي د کرهڼیزو توکو د کمي او کیفي کموالي په اثر ټوله خلګ د غذایي کمښت په ناروغیو اخته دی. داچي ولي کرهڼیز توکي په کمي او کیفي لحاظ په ډیره ټیټه سطحه کي قرار لري ،ددې علت اوعوامل بیخي ډیر دي . خم یو څو مهم عوامل یې په لاندي توګه په ډیر لنډ تفصیل سره بیانیږي : ۱ - پر مځکه باندي ملکیت : دلته دوه ډوله ملکیتونه وجود لري – عامه ملکیت او خصوصي ملکیت. عامه م� �کیت:دعامه ملکیت په برخه کي دومره وضاحت کفایت کوي چي تر اوسه پوري دې ملکیت ته هیڅ پاملرنه نه ده سوې او حتی لاس ندي ورغلي اوکه چیري کوم ځای ور څخه کار اخیست سوی وي ، هغه به هم په ډیره ټیټه اندازه سره وي ، خو په ډیرو مواردوکي د قدرت لرونکو خلګو د خوا څخه دغه ملکیت  غصب سویدی. خصوصی ملکیت: د اوسنی بحث اصلی موضوع همدغه د خصوصي ملکیت څخه ګټه اخیستل دي چي په پوره تفصیل سره به پر دې موضوع باندي رڼا واچوله سي . د مځکي د اماده کولو عصري طریقې .د اوبو لګولو مؤثري طریقېد افاتو او ناروغیو پر ضد مبارزه د کرهڼیزو توکو پروسس ، ذخیره او بازار ته د هغو عرضه کول او داسي نور عوامل . اوس به راسو خپل اصلی بحث ته چي هغه د مځکي بیا ابادول دي .د تاریخ په اوږدو کي د مځکي څخه د ګټي اخیستلو په هکله ډول ډول ملکیتونه راغلي دي تر څو دې اوسني حالت یې اختیار کړیدی . پر مځکه باندي د خصوصي ملکیت شکل او څرنګوالي د عنعنوي دودونو تر اغیزي لاندي دی او په ډیري بیرحمۍ سره مخ په وړاندي ځي او هیڅوک په دې حصه کي  هیڅ چرت نه وهي او نه ددې خبری پروا لري . دې عنعنې پر مځکه باندي خصوصي ملکیت و دې سرحد ته رسولی دی چي د حاصل ورکولو خبره یوې خوا ته پریږده حتی  اوس په ځینو ځایونو کي د مالک لپاره د یوې کوټې د جوړولو ظرفیت هم نلري . اوس دا پوښتنه را پورته کیږي چي دا څه ډول جریان دی چي مځکه په ډیري چټکتیا سره په دومره وړو وړو ټوټو باندي بدله سویده ؟ ددې موضوع تفصیل داسي دی چي : پ� �ار چي څومره مځله درلوده ،هغه یې و زامنو ته په میراث پاته سوه او هغو پخپل مینځ کی وویشله او تر هغه وروسته د هر یوه مځکه د هغه اولادې ته پاته سوه او دا پروسه په هم دغه ترتیب مخ په وړاندي ولاړه او نور هم مخ په وړاندي ځي او بالاخره داسي وخت به راسی چي یوه کوټه به هم د وړونو تر مینځ ویشله کیږي او په نتیجه کي به يې . . . نو کله چي پر مځکه باندي خصوصي ملکیت و داسي مرحلې ته ورسیږي چي د یوې خوني د جوړیدو ظرفیت ونلري ، د حاصل ورکولو امید خو بیخي له مینځه ځي . په داسي حال کي چي د هري ورځي په تیریدوسره د یوې خوا د خلګو په شمیر کي زیاتوالی راځي ، د بلی خواه د خلګو خواهشات او ضروریتونه مخ پر زیاتیدو دي .نوکله  چي د یوې خوا د حاصل ورکولو مځکه د یوې خوا تر ښارونو او ابادیو لاندي راځي او د بلي خوا پاتي برخه په داسي کوچنیو ټوټو باندي اوړي چي د حاصل ور کولو توان له لاسه ورکوي ،نو دغه مخ په زیاتیدو ضروریتونو ته به څه ډول د قناعت وړ جواب وویل سي ؟ ددې سوال جواب ورکولو ته په کار داده چي د اوسنۍ ټولني د عیني واقعیتونه باید  په نظر کي و نیول سي او هغه داچي :۱ - د خلګو شمیر مخ پر زیاتیدو دی او مخنیوی یې تر هغه ګران تمامیږي چي د خوراکې غم یې وخوړل سي . ۲ - د ورځي په تیریدو سره خواهشات په کمي او کیفي لحاظ ډیریږي چي د نوو منابعو لټول ضروری دي ۳ - د کر او کښت داسي وسایل پیدا سویدي چي په کوچنیو ټو ټو مځکو کي د هغو څخه  کار اخیستل  د امکانه وتلې خبره ده .ددې لپاره چي ددغو وسایلو څخه کار واخیستل سي ، مځکه باید ِغټ غټ فارمونه ولري . ۴ - د کرهڼیزو محصولات د پخوا  په  شکل چیداني تازه نه خوي ، او هغه پروسس کوي ، په ګدامونو او یخچالونو کي یې ساتی ، تر څو د کال په اوږدوکي د ضرورت وړ خوراکي مواد ولري . ۵ - په نړۍ کي د خلګو اړیکي دومره سره نژدې سویدي چي وډیرو لیري ملکونو ته په ډیر لږ وخت کي د رسیدو امکانات پیدا سویدي چي راکړه ور کړه یې ډیر اسانه کړیدی .  دداسي او نورو امکاناتو په موجودیت کي په کار داده چي : الف - د مځکي د ټوټې کیدو څخه باید لاس واخیستل سي، تر څو د اوسني علم او تخنیک څخه د کار اخیستلو زمینه برابره کړي او د کرهڼیزو محصولاتو تولید په ارزانه بیه تمام سي . ب - کرهڼیز مح صولات باید پروسس سي او په تازه شکل ونه خوړل سي ،ځکه داکار ددې امکان په ګوته کوي چی په ټوله کال کي د ښو او کافي اندازه خوراکي موادو خاوندان سو. د - د تولید د زیاتوالي په خاطر په کار داده چي په کرهڼیزو چارو کي په  کافي اندازه  پانګه واچوله سي  ،تر څو خوراکي محصولات په کمي اوکیفي لحاظ ډیر سي . نو اوس اساسي خبره داده چي:لمړی :د مځکي د ټوټې کیدو څخه څه ډول ممانعت وسي؟  دا یو داسي کار دی چي د هر مم� �کت د حکومت په اقتصادي سیاست پوري اړه لري او د یوه داسي قانون په وضع کولو پوري اړه لري چي په قانوني ډول څوک ددې حق ونلري چي په قانون کي تر ټاکلي معیار کښته مځکه وویشل سي .لکه چي دا کار په ډیرو مملکتونو کي سویدی او کیږي. دوهم : په افغانستان کي یوه بله اساسي خبره د مځکي د خړوبه کولو لپاره د اوبوکموالی دی . په افغانستان کي اوبه ډیري کمي دي  او حتی ددې تیرو څو کلنو په جریان کي چي ډیره سخته وچکالي راغله او اثرات یې اوس هم ندي لیري سوي ،د اوبو کموالی بیحده زیات دی . نو دداسي شرایطو په موجودیت کي کله چي د یو چا مځکه څو ټوټې وي او هغه هم یوه د بلي څخه فاصله ولري ، د هغو خړوبه کول به څه ډول وي او د اوبو ضایعات به څومره وي ؟ په یقین سره دا ویلای سو چي تر نیمایي زیاتي اوبه په ویالو کي بیله کومی ګټي ضایع کیږي . اوس یو بل مشکل پیدا سویدی چي ډیرو خلګو د باوړیو جوړولوته مخه کړیده او اوبه په واټرپمپ باندي راباسي او هغه هم د تیلو په زور .اوس وینو چي د تیلو بیه ورځ په ورځ زیاتیږي . نو په داسي شرایطوکي یو بزګر په خپله مځکه کي کوم نبات وکري چي د هغه په حاصل س� �ه لیګیدلي پیسې برابري کړي ؟ دا تر لمر سپینه خبره ده چي د اوسني نباتاتو کښت لکه غنم ، جواري او داسي نور دوم ره حاصل نه ور کوي چي حتی د تیلو پیسې پوره کړای سي . دکور او نورو  مصارفو په هکله باید هیڅ فکرونیسي . کله چي د ژوند شرایط ودې کچي ته را ورسیږي ایا ددې تصور کیدای سي چي د ټولني عمومي وضع به څه ډول وي؟ دا پوره واضح خبره ده چي داسي شرایطو رشوت ، غلا او بالاخره چور او چپاول دبه ډیر عادي کارونه وي . د ټوته –ټوټه سوو مځکو بیرته یوځای کیدل په لاندی ډول سره کیدای سي :د تبادلې یا الیشولو د لاري : په دي صورت کي ،ددې لپاره چي د دواړو خواو حق تلف سوی نه وي،دواړي ټوټې باید په یوه درجه مځکه واوړي او هغه د مځکي د درجه بندۍ د ضریب څخه کار اخیستل کیږي او هغه داچي : ۷- درجه ۶- درجه ۵- درجه ۴ درجه ۳- درجه ۲- درجه ۱ – درجه درجی ۰.۱۵ ۰.۲۵ ۰.۳۰ ۰.۴۵ ۰.۶۰ ۰.۸۵ ۱ ضریب د مځکي د درجه بندۍ سنجس دا ډول کیږي چي : که چیري مځکه څلورمه درجه وي او د جریبو اندازه یې ۲۰ جریبه وي ، نو دغه مځکه لمړۍ درجه څو جریبه کیږي ؟ سنجش یې دا ډول کیږي : 20X 0.45= 9  د مځکي د اندازې معیار ټاکل : دلته په کار داده چي د مځکي و اندازې ته یو م عیار وټاکل سي او ددې معیار په ټاکلو کي د داسي شاخصونو څخه کار اخیستل کیږي چي : - یوه متوسطه کورنۍ څ ومره لګښت لري ؟ - یو جریب مځکه څومره حاصل ور کوي ؟ -  د یوه جریب لګښت ځومره دی ؟  او -   د یوه جریب خالص عاید څومره دی ؟ د پورتني سنجس پر اساس باید یوه ټوټه مځکه دومره حاصل ورکړي چي د یوې متوسطي کورنۍ ټول ضروریات پوره کړای سي .د مثال په ډول که چیري د یوې متوسطي کورنۍ لپاره شل جریبه لمړۍ درجه م ځکه کفایت وکړي بناء د مځکي اخرینۍ اندازه باید تر شل جریبه کمه نه وي او دا معیار باید په قانون کي قید کړای سي او څوک به ددې حق نلري چي تر دې اندازې کښته مځکه توزیع کړي . ددې مثال داډول دی : دوه وړونه دي او دوی په ګ� �ه سره شل جریبه مځکه لري .که چیري مځکه سره وویشي نو هر یوه ته به لس – لس جریبه مځکه ورسیږي چي د دوی دا کار ددې سبب ګرځي چي مځکه دوې ټوټې سي . نو ددې لپاره چي دا کا ر ونسي ، دوی باید پخپل مینځ کی سره کښیني او ددې لاندي کا� �ونو څخه یو کار وکړي : - یو دي په خپله خوښه تر مځکي تیر سي او ټوله مځکه دي و خپل ورور ته پریږدي او هغه و� �ور یې مکلف دی چي د محل د عرف مطابق د خپل ورور د مځکي پیسې ورکي . -  یو نه غواړی چي تر خپلي مځکي تیر سي ، نو په دې صورت کي به پچه سره کوي د هر چا پچه چي وغورځېده مځکه د هغه ده او هغه بل ته به د مځکي بیه ورکوي. - که چیري یوه ورور ته مځکه تکیه سوه ،خو هغه د ټولو پیسو د ورکړي طاقت نه درلود ، په دې صورت کی به پیسې به په هغو اقساطو سره ورکوي چي دواړو ورباندي موافقه کړې وي . دا مثال کیدای سي چي تر دوو زیاتو وړونو په مینځ کي تطبیق کړای سي .   ",دمځکی بیا ابادول – Land Reclamation 5877,"ډاکټر ابراهيم � �ينواری"," کابل - افغانستان  ( دمورنیو ژبو او ښوونې او روزنې په اړه دنظر غوښتنې سیمینار) د هيوادوالو د بيا غوښتنو له مخې د پوهنې وزارت يو نيک ګام واخست او د مورنيو ژبو د زده کړې په باب يې د نظر غوښتنې يوه علمي غونډه جوړه کړه٠ غونډه د٢٠٠٦ کال دنومبر په دوهمه په کابل انټر کانټننټل هوټل کې وشوه او د افغانستان د بيلابيلو قامونو او ژبو پوهانو پکې په يوه خوله او اتفاق له پوهنې وزارته وغوښتل چې دا مسله ډير ژر حل کړي٠ چې دسپارښتنو لن� �يز يې دادی: په هغو سیمو کې چې ددوه رسمي ژبو او دریمې رسمي ژبې ویونکي يوځای ژوند کوي دتعليم ژبه دې په لاندې ډول تنظیم شي: دپښتو ژبو او دري ژبو زده کوونکو دتعلیم ژبه به ددوی مورنۍ ژبه وي چې دزده کوونکو دشمير داکثریت له مخې وټاکل شي. او دا اکثريت به د ښوونځي په کچه په پام کې نيول کيږي٠  په هغو سیمو کې چې زده کوونکي یې په دریمه رسمي ژبه خبري کوي ددوی مورنۍ ژبه به دیو مضمون په توګه له ۱-۱۲ ټولګی پورې تدریسیږي . خو دتدریس عامه ژبه به یې دهیواد له دوه � �سمي ژبو(پښتویا دري) څخه یوه وي. مضمون په توګه له ۱-۱۲ ټولګی پورې تدریسیږ ی. ددوی دتدریس ژبه به ددوی په ګاونډ کې داکثریت پښتو ژبو يا اکثریت دري ژبو ژبه وي (چې دادواړه دهیواد په کچه رسمي ژبې دي،که له دې دوه رسمي څخه یوه ژبه دتدریس دژبې په توګه غوره شي بله به يې دیو مضمون په توګه تدریسیږي ) ددې کار دقیق میکانیزم به دیو تخنیکي ټ یم له خوا په تفصیل سره وڅیړل شي. دتعلیم دژبې او مورنۍ ژبې پر ښوونه سربیره دې دبهرنيو ژبو تدریس په لاندې ډول تنظیم شي: بهرنۍ ژبه دې دیو مضمون په توګه اوسمهال له څلورم ټولګی پیل شي او په راتلونکي کې دې له ټيټو ټولګیو څخه دهغې دتدریس دپیلولو په علمي او عملي امکاناتو فکر وشي. عربي ژبه دې له اووم ټولګي څخه ديو مضمون په توګه تدریس شي.    دپوهنې وزارت ته لاندې سپارښتنې : ددې غونډې دګډون کوونکو نظریات دې په دقیق ډول تحلیل او ارزيابي کړی،په مشخصه زماني موده کې دې دښوونکو، زده کوونکو او دژبو په باب معلومات راټول کړي. دپورتنیو حل لارو دپاره دې تفصیلي او عملي لاري چارې په نښه کړي. په دوه مياشتو کې دې بل سمینار راوغواړي چې دغه حل لارې ورسره ش� �یکې او نهایي کړي. د ۱۳۸۶کال په پیل کې دې عملا کار پیل کړي. د پوهنې وزارت ژمنه وکړه چې ددې سپارښتنو سره سم به د ٢ مياشتو په موده کې بيا د پوهانودغسې يوې غونډې ته له يوه عملي پلان سره راځي او د هيواد د بچيانو دا روا حق به اعاده کي٠ په دې هيله چې دپوهنې وزارت وعدې ډير ژر عملي � �ي او دا ستر ملي وياړ وګټي٠   ",په مورنيو ژبو د ښووني او روزني په اړه سيمينارجوړسو 5878,," د افغانستان د کانو او صنايعو وزير محمد اب� �اهيم عادل نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل چې د لوګر د عينکو د مسو کان د ايستلو د سيالۍ تړون به هغه کمپنۍ ته وسپارل شي چې د يو ميليارډ امريكايي ډالرو د پانګونې تر څنګ د ايستلو غوره او پرمختلللې تخنيکي توکي ولري او د افغان ولس او حکومت له پاره ګټه ولري. د نوموړي په وينا له ديارلسو سيالو کمپنيو څخه ٩ کمپنۍ په خپل منځي سيالۍ کې وروستي پړاو ته رسېدلي دي. د عادل په وينا د دغه کان څخه به تر ٧٠ کلونو پورې مس وايستل شي او په يو کال کې به دولت ته ٢٠٠ ميليون ډالر ګټه ولري. د عينکو د مسو کان د کابل په څلوېشت کيلومترى كي په لوګر ولايت کې مو� �عيت لري او د نړۍ يو له ډېرو سترو کانو څخه کڼل کېږي. عادل وايي د عينکو د مسو د کان په ايستلو پروژه کې به ٤ زرو تنو ته د کار زمينه برابره شي. ",د عينکو د مسو کان ١٣ ميليونه ټنه مس لري 5879,," د افغانستان لوى څارنوال عبد الجبار ثابت نن د نظر غوښتنې يوې رابلل شوې ناستې ته په کابل کې وويل، چې د اداري فساد په وړاندې مبارزه او جهاد کې له سترو خنډونو او ستونزو سره مخامخ شوى او ډېر مايوس دى او غواړي د ډوډۍ په نه خوړلو اعتصاب لاس پورې کړي. ثابت ګواښ وکړ که چيرې د اداري فساد په وړاندې په اعلان شوي جهاد کې يې افغان ولسمشر حامد کرزى او ملي شورا پوره م� �اتړ ونه کړي له خپلې دندې به لاس واخلي. نوموړي وويل چې دا مهال د ملي فساد په وړاندې مبارزه کې دى په يوه ملي ست� �اتيژي کار کوي او له هغه مهال څخه يې چې د اداري فساد په وړاندې جهاد اعلان کړ، د يو شمېر دولتي چارواکو له لوري يې په وړاندې سخت مقاومت پيل شو. نوموړي له خپلو هېوادوالو څخه وغوښتل چې د يوې اونۍ په ترڅ کې په دې اړوند ده ته م شوره ورکړي. ",ثابت: که مې ملاتړ ونه شي له دندې به لاس واخلم 5880,," د دولت د رياست وياند کريم رحيمي نن په کابل کې يوې خب� �ي ناستې ته وويل، چې افغان ولسمشر حامد کرزى به د روانې مياشتې په وروستيو کې ډهلي ته د سيمه ايزى اقتصادي همکا� �ۍ د کنفرانس په دويمه ناسته کې د ګډون په موخه سفر وکړي. په دغه ناسته کې د نړۍ د ٣٠ هيوادونو مشران او استازي ګ� �ون کوي. رحيمي څرګنده کړه چې حامد کرزى به د افغانستان او هند د کرنې په سمپوزيم او د سيمه ايز سوداګرۍ په کنف� �انس کې هم برخه واخلي. د رحيمي په وينا کرزي ته به د دغه سفر په ترڅ کې د اندراګاندي د سولې جايزه هم ورکړل شي. ټاکل شوې ده ناسته د لړم د مياشتې په ٢٧ او ٢٨ نېټه په نوي ډهلي کړې جوړه شي. ",افغان ولسمشر هندوستان ته ځي 5881,," د افغانستان د لوړو زدکړو وزير مح مد اعظم دادفر نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل چې د افغانستان د لوړو زدکړو موسساتو ته د شاملېدو په موخه به سږ کال د کانکور په کلنۍ ازموينه کې ٦٠ زره زده کوونکي ګډون وکړي. د نوموړي په وينا له يادو شوو زده کوونکو څخه به يوازې ٢٠ زره زده کوونکي د کانکور د ازموينې له مخې دغو موسساتو ته لاره پيدا کړي. نوموړي څرګنده کړه چې د کانکو ر لارښودې پاڼې يې چاپ کړي دي او په پام کې لري د کانکور د ازموينې کمېټه پراخه کړي او د ملي شورا او د چارو د ادرې استازي هم په کې ګډون وکړي. ", د کانکورپه ازموينه کې ٦٠زره زده کوونکي برخه اخلي 5882,," عبدالله پتمن/كابل دغه کسان پرون په بغداد کې د ښوونې وزارت له ودانې څخه تښتول شوې وو. لومړى د دغو شمېره سل تنه ښودل شوې وه بيا وروسته دغه شمېره ۴۰ تنه وښودل شوه. د عراق د کورنيوز چارو وزارت ويلې دغه کسان د پوليسو په م� �سته راخوشې شوې دي. د راخوشې کېدو د هڅو په بهير کې پنځه قومندانان هم تر څېړنې لاندې نيول شوې وو. د چارواکو په وينا په يرغمل شوو کسانو کې شيعه او سنې وگړې دواړه شامل وو. خوعام وگړې وايې يرغمل شوې ټول سنې وگړې دې. د راخوشې � �وو کسانو څخه يو تن وويل چې يرغمل کوونکو ټول سړي يې په يو لاين کې ودرول او د هويت کارتونه يې کتل. او زياته يې کړه ديرغمل کېدو په وخت كي هلته د پوليسو دوه موټرونه ولاړ وو او موږ ته يې کتل خو يرغمل کوونکو ته يې هيڅ ونه وويل. د يادونې وړ ده چې د دغه وزارت وزير هم د سنې ډلې سره تړاو لري. ",په عراق کې يرغمل شوې کسان بيرته خوشې شول 5883,," ", 5884,," افغان ولسمشر حامد کرزي نن د نيشه يي ټوکو د څار د ملي ستراتيږي د کميټې په ناسته کې افغان بزګرانو ته د ترياکو د نه کر په بدل کې د بديل معيشت او پ� �اختيايي پروژو جوړولو تګ لاره ګټوره وبلله او پر دې يې ټينګار وکړ ،چې دغه تګ لاره يوخيل په ټول افغانستان کې پلي شي .کرزي وويل زموږ پريکړه د نيشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې پريکنده او هميشنۍ ده او په دې لاره کې به خپ� �ې هلې ځلې چټکې کړو تر څود خلکو په مرسته د دغه منفې پديدې اصلى عاملين او قاچبران د قانون منګلو ته وسپارو.د ني� �ه يي توکو په وړاندې د مبارزې وزير حبيب ا لله قادري د يو رپوت په وړاندې کولو سره وويل ،چې په راتلونکي کال کې په دې برخه کې امريکا او برتانيا ١٤٠ ميليون ډالر او ٥٠ ميليون پوڼد مرسته کوي ، چې بې له شکه به د کوکنارو د کر په کمښت کې غوره اغيزه ولري . ",کرزي :بزګرانو ته دپرختيايي پروژو جوړول ګټوردي 5885,," احمد جاويد تسلپه ايران کې د يو� �انيمو د بډاينې له دوام څخه د آتومي انرژۍ د آژانس نيوکې. د نړيوال اټومي انرژۍ آژانس  په خپل يوه تازه رپوټ کې ويلي په ايران کې د يورانيمو د بډاينې له دوام څخه د دغه هېواد پر وړاندې د امنيت په شورا کې د احتمالي بنديز د لګولو سر ه سره سختې نيوکې کړي دي. آژانس ويلي چې د ايران دولت د اساسي او مهمو ستونزو د هوارۍ لپاره يي د اټومي پروګرام په برخه کې ډډه کړې ده. آژانس زياته کړې ده تر هغه وخته پورې چې ايران خپل اټومې فعاليتونه نه وي روښانه کړي دغه آژانس به د دغه هېواد د اټومي موخو په اړه هېڅ ډول روښانه نظر اعلام نه کړي. ",پر ایران د دنړیوالي آتومي انرژۍ د آژانس نيوکې 5886,," ياد شوي كسان دكمال نومي شركت كاركوونكي دي چې دخوست ولايت ګربزوولسوالۍ د ښاراوغلام خان ترمنځ سيمې څخه پرسړك باندې دكاركولوپرمهال دنامالومووسلوالوكسانولخواتښتول شوي  .دغه شركت په خوست كې دښاراوغلام ترمنځ دترانزيتي سړك قيرولوچارې پرمخ بيايي . دخوست ولايت امنيې � �وماندانۍ دامنيتي چاروسرپرست سمونوال زيارت ګل دپېښې پخلى وكړاوويې يل چې يادشوي كسان دهېواداوهېوادوالودښم نانولخواتښتول شوي .ګربز دخوست  ولايت يوه سرحدي ولسوالۍ ده چې دغلام خان په سيمه كې دډيورنډ له كرښې سره نښلېدلې ده .همدارازتېره شپه پرياده شوې ولسوالۍ ديونامالوم ځاى څخه دتوغنديودبريد له امله دهغې ولسوالۍ يوتن سرتېرى ټپى شوى ،نوركوم مالي اوځاني تاوان ندى رسيدلى  . ",خوست كې درې تنه تښتول شوي 5887,," افغان دولتي پوليسو تيره شپه د هرات د ګل� �ان ولسوالۍ کې د نيشه يي توکو له قاچاق وړونکو سره له يوې وسله والې نښتې وروسته ٤٠ کيلو ګرامه ترياک لاس ته � �اوړي دي . د هرات يو امنيتي چارواکي بينوا ته وويل د نښتى پرمهال مرګ او ژوبله نه ده رامينځ ته شوې او قاچاق وړونکي په تيښته بريالي شوي دي . ",٤٠ کيلو ګرامه ترياک پوليسو تر لاسه کړي دي 5888,," ", 5889,"ميرويس ج� �الزى","     د جرمني لومړۍ وزيري مېرمن انګيلامركل پرون په برلين كې له خپل نيوز� �لنډي سيال ښاغلي هيلن كليرك سره د ليدو پر مهال وويل چي د دوى سرتېري په افغانستان كي پراخ حضور لري او دا هيواد هوډ نلري چي خپل سرتېري د افغانستان له شمالي ولايتونو بهر كړي او په له اخ و ډب څخه ډګو سويلي ولايتونو كې يې ځاى پر ځاى كړي. مېرمن ميركل دا څ� �ګندوني وروسته له هغه وكړې چې په دي ورستيو كې د ناټو غړو هيوادو ځيني استازو له دې هيواد څخه غوښتنه وكړه چي خپل يو شمېر سرتېري د افغانستان له شمال څخه وباسي او په جنوب كې يې د امنيت د ټينګښت په موخه وګما� �ي. ",جرمني : د افغانستان ناكراره سيمو ته سرتيري نه ليږو 5890,"مي� �ويس جلالزى","     د پاكستان پوليسو نن سهار وويل چي د افغانستان له پولي سره څرمه د پاكستان په خاوره كې يې ۷۰ تنه هغه افغانان نيولي چي هيڅ ډول قانوني اسناد يې نلرل او همدا رنګه په غلاوو، شوكماريو، سړي وژنه او اخلاقي فساد هم تورن دي. ويل كېږي له نيول شويو كسانو سره به د پاكستان د كورنيو او بهرنيو جرمونو په وړاندي د مبارزې د قانون له مخې عمل وشي.    ",بيا هم په چمن كې افغانان ونيول شول 5891,," ", 5892,"م يرويس جلالزى","   د ننګرهار ولايت يوه امنيتي چارواكي سمونوال عبدالغفور وويل چي دا كسان يې پرون هغه وخت د ماركو په سيمه كې ونيول چي غوښتل يې له يوه اندازې چاودېدونكو توكو سره د پېښور له خاوري د ننګرهار ولايت ته ننوزي. د غفور په وينا نيول شوي كسان تر څېړنو لاندي دي. ",دوه پاكستانيان د ترهګريزو اعمالو په تور ونيول شول 5893,ميرويس جلالزى,"    د پاكستان لومړې وزير شوكت عزير له واشنګټن څخه تر راستنېدو وروسته په اسلام آباد كې وويل چي په سيمه كې د سولي او ثبات د راوستلو لپاره بايد د امريكا متحده ايالتونه  له افغانستان څخه د وتلو ستراتيژي د ګاونډيو هيوادو او په خپله د افغانانو په مشوره روښانه كړي. عزيز پاكستان د امريكا سره د ترهګرۍ په وړاندي يو كلك او نژدې ملګرى په ګوته كړ او ويې ويل چې كه چيرته د سيمي خلګ د امريكا د وتلو غوښتونكې وي نو بايد د هغوى غوښتنو ته درناوى وشي.   ",پاكستان: امريكا بايد د خپلو وتلو ستراتيژي روښانه كړې 5894,ميرويس جلالزى," د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواك كميسيون مشري مېرمن سيما ثمر پرون په هغه نړيوال كنفرانس كې چې د ښځو په منځ كې د ځان سوځونو د مخنيوي د لاروچارو د لټولو په موخه جوړ شوى وو دا ټكى څرګند كړ. ميرمن ثمر وويل چي د دوى له خوا د ثبتو شويو ارقامو په اساس دا ويلاى شي چي د افغانستان د هر بل ولايت په پرتله په كندهار كي د ښځو د ځان سوځوني ډېري پيښي ليدل شوي دي. مېرمن ثمر زياته كړه د دوى څېړني ښيې چې په كندهاري كي ۱۴۸ پيښي موجودي دي. په دې نړيوال كنفرانس كي د عراق، پاكستان، اندونيزيا او داسي نورو هغو هيوادو استازي ګډون لري چي هيوادونه يې د دې لانجمنې غميزي قربانيان دي. د يادوني وړ ده چي  م خكې د افغانستان د ټولو ولايتونو په پرتله د هرات په ولايت كې د ښځو په منځ كې د ځان سوځني پيښي ډېري وې. ",د كندهار ولايت د ښځو ژوند ډېر ناوړه دى 5895,," افغان دولتي پوليسو د پروان ولايت په ګلبهار وسوالۍکې هغه ځانمرګى چې د پوليسو د څار پرمهال يې خپل ځان والوزاه ، نيولى دى . د پروان يو امنيتي چارواکي له بينوا سره ومن� �ه ، چې په چاودنه کې يوازې ځان وژونکى ټپي شوى او نورو کسانو ته مرګ او ژوبله نه ده اوښتې . د چارواکي په وينا ځان وژونکي له ځان سره د چاوديدونکو توکو ډک واسکټ درلود او هغه مهال يې ځان والوزاوه چې د پوليسوتر څار او ک� �ابندى لاندې راغى . د يو وروستي رپوټ له مخې نوموړى کس مړ شوى دى . ",يو ځانمرګي ځان والوزاوه 5896,," ", 5897,ميرويس جلالزى,"   نړيوال سوله ساتي ځواكونه وايي دا ماين د افغان ضد عناصرو له خوا د پكتيكا ولايت د ارګون ولسوالي د چنكولي په كلي كي په يوه منځني ښونځي كې ځاى پر ځاى شوى وو. ويل كېږي په دې ښونځي كي نجونو هم زدكړه كوله. دا په داسي حال كي ده چي د روان ميلادي كال د جولاى په مياشت كې بيا د هرات په ولايت كې هم د نجونو په پوهنتون كې يو ماين ځاى پر ځاى شوى وو چي د چاودني له امله يي يوه محصله مړه او شپږ تنې ټپياني شوي وې.  ",د پكتيكا په يوه ښونځي كې ښه شوى ماين خنثى كړل شو 5898,," د ملګرو ملتونو د يو نوي رپوت له مخې ، ايران ، سوريه او ٨ نورو هېوادونو د دغه سازمان له پريکړې څخه سرغړونه کړې او سوماليا ته يې وسله ورکړې ده . ددغه سازمان کارپوهان ، چې سوماليا ته د وسلې د نه ليږد په چارو څار کوي په دې باور دي ، چې ايران او سوريه د سوماليا د بنسټ پالې اسلامي ډلې شرعي محاکمو سره اړيکې لري .د شرعي محاکمو اسلامي ډله د سوماليا ډيره برخه په واک کې لري . ا� �يتوريا او اتوپيا هم له سوماليا سره مرسته کوي . ",سوماليا ته ايران او سوريه وسله ورکوي 5899,ميرويس جلالزى," دا ټكي د نوموړي هيواد د پارلمان رئيس څرګند كړ.هغه وويل چي د دوى ځانګړي سرتيري په هر راز سختو شرايطو كي چمتو دي چي د افغانستان هري ناكراري سيمي ته سفر وكړي او هلته د ياغيانو د ځپلو په ماموريت كي ونډه واخلي.دم ګړى د دې هيواد د ۱۰۰ تنو په شاواخوا كي سرتېري د افغانستان په جنوبي ولايتونو كي مېشت دي.د ناروي د پارلمان رئيس وويل چي دوى به دا كار په يو شرط وكړي هغه دا چي د ناټو مشرتابه ترينه رسمي غوښتنه وكړي ", ناروي: خپل سرتېري د افغانستان سويل ته لېږو 5900,"م يرويس جلالزى"," هغه پېښه چي نن له غرمې وروسته د پروان ولايت د ګلبهار په سيمه كې رامنځته شوه د نوموړي ولايت د امنيه قوماندان عبدالرحمان سيدخيلي په وينا عامل يې له چاودني څخه څو شېبې وروسته د اخيستو ټپونو په سبب مړ شو. په دې پېښه كې د غوښي يو پلورنكى هم ژوبل شوى دى. ",د پروان ولايت ځانوژونكى ومړ 5901,," راپور: مختاراحمد انتقام   د روهي ادبي بهير ۳۲مه غونډه د روان كال د لړم پر ۱۸مه د ماځيګر پر څلورنيمي بجې د ښاغلي قدرت الله لېوال لخوا د قرانكريم د مباركو آيتونو په تلاوت سره پيل سوه. پرانيستونكي خبري د ښاغلي عبدالاحمد محمديار پر غاړه وې ، نوم وړي د خپلو اوږدو خبرو په لړ كي چي زياته برخه يې د بهير د برياوو په اړه وې وويل: روهي بهير ځكه يو بريالى بهير دى چي پر ديني، ملي او فرهنګي ارزښتونو ولاړ  دى. او دا يې د هغو خبرو خلاف بهير وباله چي ويل سوي وه، دا بهير به ژر له منځه ځي، همدارنګه ده بهير له هر ډول سياسي اړخ څخه ليري وباله، خو دا يې هم وويل چي ملي سياست بايد ولرو، همدا ډول ده د بهير تر دې ځايه رارسېدل د بهير برياليتوب وباله او ملګرو ته يې د م باركۍ تر څنګ د پروخت راتګ هيله هم وښوول. ورپسې مختار احمد انتقام د تيري اونۍ � �اپور وړاندي كړ.  ملګرو راپور ډېر اوږد او له څه ستونزوسره مل وباله. ښاغلي حكمت الله سروش  له راپور ليكوال څخه هيله وكړه چي په راپور كي دي ګرامري ټكو ته ډېر پام كوي. ښاغلي احسان الله جرس د تيري اونۍ د اغلي شكيبا دا خبره په ياد ساتلې وه چي دې ويلي وه، جميل كرزى لومړى كس و او راپور � �يكوال يې په دې ګرم وباله چي لومړى كس يې ياد كړى و، هغې كس نه و ياد كړى جميل كرزى يې  ياد كړى و. ښاغلى محمديار په راپور كي  دې ټكي ته حيران و، چي چا خپله خبره واخيسته، نوموړي وويل چي بايد داسي ويل سوي واى چي جميل كرزي خپله خبره واخيسته. په دې راپور كي د شعر ويونكو نومونه د راپور په منځ كي ياد سوي وه او ورپسې نور جريان، خو ښاغلي احسان الله درمل  دا ښه ونه بلل چي په راپور كي لومړى ګډون كوونكي ياد سوي او بيا نور راپور، ده وويل بايد ګډون كوونكي د راپور په اخير كي ياد سوي  واى. ښاغلي محمديار د ښاغلي درمل  كره كتنه پخه نه كړه، بلكي ويې ويل چي په راپور كي ګډون كوونكي نه وه ياد سوي، هغه كسان ياد سوي وه چي شعرونه يې ويلي وه اوبيا نوري خبري وسوې، ده زياته كړه چي د غونډي جريان همدا ډول وو نو په راپور كي هم بايد دا ډول وي لكه  چي و. ښاغلي ښوونكي مهدي خليق د راپور د اوږدوالي سبب دا وباله چي په راپور كي ټول څه راوړل سوي وه، نه خاص ټكي، غوښتنه يې وكړه چي بايد په راپور كي خاص ټكي راواخيستل سي. تر دې وروسته ښاغلي جرس خپله هغه ليكنه چي په كي د ښاغلي سروش پر شعر كره كتنه سوې وه وړاندي كړه، چي همدا كره كتنه تر كره كتني لاندي راغله. لوم ړى ښاغلي درمل كره كتونكي او د شعر خاوند دواړو ته ځكه مباركي وويل چي دواړه بريالي دي، په شعر كي د لوګي او هينداري  تناسب ته حيران په دې و چي هينداره روښانه او لوګى تور په دې كي  د شاعر هوښياري څه ده؟ ښاغلي محمد يار په دې بيت كي هوښياري دا وبلل چي شاعر له يو چا زړه وړى دى، ده زياته كړه چي كه هوښياري ونكړي نو زړه هم نه سي ځني وړاى. خو ښاغلي خليق د هينداري او لوګي يو ځاى راتلل يو ښه تناسب و باله او په نوموړي بيت كي يې د طباق صنعت ته اشاره وكړه. ښاغلي محمديار د ښاغلي خليق د خبري پخلى ونكړ او په نوم وړي بيت كي يې د طباق صنعت رد كړ او ويې ويل  چي په دې بيت كي لپ او نشر سته. ښاغلي سعيد زابلي اول بيت ته په اشاره وويل چي په اول بيت راغلى په دويم بيت كي يې څرګندونه راغلې. ښاغلي درمل د ښاغلي زابلي د خبري په تائيد وويل چي يو مفهوم دوه واري راغلى. ښاغلى جان محمد صالح په دې نه و پوهېدلى چي په پنځم بيت كي مخاطب څوك دى؟ ښاغلي محمديار د ښاغلي  صالح د خبري په ځواب كي وويل  چي درېيم كس دا خبره كوي، خو ښاغلي خليق بيا وويل چي نه خپله ځان ته خطاب كوي. ښاغلي واصل حسنيار لومړى جرس وستايه چي ښه كره كتنه يې كړې وه خو دا يې هم وويل چي كره كتنه يې هم بايد ښه روښانه  او څرګنده واى. انتقام بيا د هر اړخيزي كره كتني غوښتنه وكړه چي بايد موږ په كره كتنه كي د شعر تر څنګ، لنډه كيسه، ژباړه،نثري ټوټه او نور څه هم كره كتني ته وړاندي كړو. په پاى كي ښاغلي سروش ته وار وركړل سو چي خپله نظر وړاندي كړي. نوموړي له ښاغلي جرس نه مننه وكړه، د ده په نظر چي كره كتونكي د ده ملګرۍ ته كتلي نه د ده شعر ته نو يې ډېر ستايلى. وروسته مشاعره پيل سوه چي دې ښاغليو په كي شعرونه واورول: سعيد زابلي، مم تاز احمد مظلوميار، محمداسماعيل، ګران اغاالفتيار، قدرت الله لېوال، عبدالغني مفتون، نعمت الله منظور، سيد حبيب الله روحاني، احسان الله درمل، جاويد همېش، سيد نور ساحل، حميدالله دويوان، محمد رحيم بيتاب او احسان الله جرس. د غونډي مېلمه له كاناډا څخه راغلى شاعر ښاغلى سعيد لودين  و، په غونډه يې خوښي وښوول او زياته يې وستايل او د بهير غونډي يې د خورا ډېر اهميت وړ وبللې،نوموړي د بهير مباركي وويل چي په برياليتوب مخته روان دى. د غونډي مشر ښاغلى جانان مومن و، نوموړي د غونډي د ارزيابۍ پر مهال په دې خوښي وښول چي ټول ملګري په بهير كي سره راټول دي، همدا ډول يې هيله وكړه چي په كره كتنه كي بايد هرڅه راسي نه يوازي شعر او بايد چي كره كتنه دوام ولري. د غونډي د ستايلو تر څنګ يې خپل شعر هم ووايه. د يادوني وړ ده چي د كره كتني راتلونكي واري ته به ښاغلى جاويد همېش د ښاغلي جرس پر شعر كره كتنه كوي. ښاغلي قيام الدين � �يادت ښاغلي حسنيار ته دوه ټوكه كتابونه ډالۍ كړي وه چي د ښاغلي خليق په لاس حسنيار ته وركړل سوه. د غونډي وياند ښاغلى جان محمد صالح و، غونډه د ماښام پر شپږ نيمي بجې د دعا په ويلو سره پاى ته ورسېده.    ",د روهي ادبي بهير۳۲مه غونډه جوړه شوه 5902,ميرويس جلالزى," ميرويس جلالزى/كابل په افغانستان كې د امريكا د متحده ايالتونو له خوا د طالبانو د حكومت د پرزولو چټك پوځې كمپاين  او هغه سياسي هڅې چې د دې هيواد د ثبات او امنيت د ټينګښت په لاره كي تر سره شوې اوس يې ډېري ستونزي او ننګونې په وړاندي رامنځته � �وي دي. د ۲۰۰۴ميلادې كال د جنوري له مياشتې راهيسې، كله چې حامدكرزى د ټاكنو له لاري د ولسمشر په توګه وټاكل شو د دې هيواد په روان حالت كې مثبتې نښې نښانې هم وليدل شوې. خو له دې سره_سره د حامد كرزي كابينه او په خپله حامدكرزى د خپل هيواد د امنيتي بنسټونو، د بهرنيو مرستو او د هيواد د بنسټيزو چارو په سمبالتيا كې بيا هم څه نا څه پاتې ر اغلى. هغه ستري ننګونې چې د حامد كرزي حكومت ورسره نن مخ دى په لاندي ډول دې: له جنګ سالارانو سره معام� �ه. له كابل څخه  د ولايتونو په لور د قانون ټكنۍ خپرېدنه. افغانانو ته د قناعت وړ امنيتي  چاپېريال نه برابر تيا. اقتصادي كمزورتيا او د خلكو او حكومت تر منځ رامنځته شوى واټن. جنگ سالا� �يزم: جنګسالاريزم كورنۍ او بهرنۍ ريښې لرې.كه تاريخ ته پام وكړو نو د افغانستان مركزې دولتونه تل ناتوانه تېر شوي دې او په  ځينو سيمو كې سيمه ييزو مشرانو تل د دولت د قانون پر خلاف عملونه تر سره كړې. خو جنګ سالاريزم او سمت سالاريزم سره توپير لري. جنګ سالاران تل سمت سالاريزم د خپلو شخصي ګټو لپاره په خپل چاپېريال كې د خپل شخصي ژوندانه  د ښه كولو لپاره كاروي. په هغه وخت كې چې د امريكا متحده ايالتونو د پخواني شوروي په وړاندي جګړه كې په افغانستان كې سيمه ييزو قوماندانانو ته نوي وسلي او پيسې وركړې خو د امريكا متحده ايالتونه وروسته له هغه په دې ونه توانيدل چې د جنګسالاريزم سياسي ځاى ځايګى او شخصيت كنترول كړي او تر خپلي اغېزي لاندي يې راولي. په ورته ډول د امريكا پوځي ستراتيژي د سپټمبر د ۹مي او يوولسمي نيټې وروسته او د حامدكرزي د حكومت له جوړېدا مخكې يو ځل بيا تغير وموند، هغه دا چې د امريكا متحده ايا� �تونو بيا په خپلو زړو  ملګريو تكيه وكړه او همدې كار يو ځل بيا د جنګ سالارانو حضور او سياسي صحنې ته د هغو په را كاږلو كې ډېره ګټه وكړه او په دې سربېره يې هغوى يو ځل بيا د با اعتبارو اشخصاو په څېره كې ا� �وپايانو او افغانانو ته را څرګند كړل. د نړيوالو سوله ساتي ځواكونو كموالي، د يوه با كيفيت ملي پوځ او پوليسو نلرل دا هغه دوه دليلونه كېداى شې چي له كابل نه بهر د نورو ولايتونو كنترول د مركزي دولت او نړيوالو سرتېرو له  � �اسه وباسي  او جنګ سالارن په دې له كنترول وتلو سيمو كې د فلمې هيروګانو په څېره كي � �� ژوندې وساتې . سيمه ييزو هيرو ګانو مركزي دولت په دې دليل چي په ولايتونو كې يې د اړتيا وړ څه نه دي كړي تر پوښتنې لاندي راوستى او همدا هيرو ګان دې چې له دولتي ماشين څخه د ظاهري ژوندي ساتلو په موخه  د غير قانونې توكو په لېږد را ليږد، د مخدره توكو په � �اچاق او د انسانانو د خرڅولو په معاملو كې ځان پر حق بولې. كله چې د امريكا متحده ايالتونو په كال ۲۰� �۱ميلادي كې د طالبانو حكومت ړنګ كړ، نو مخكې له دې كار څخه د افغانستان پښتنو ډير قدرت په لاس كې درلود خو كله چې پښتانه له سياسي قدرت څخه ګوښه شول چې هيڅكله يې هم تصور نه كېده، خو سره له دې هم د افغانستان پښتانه د سيمه ييز جوړښت او عقيدې له مخې بېل نشول او د هغوى ملي وحدت د پخوا په شان ټينګ پاتې شو. په ۲۰۰۲ ميلادي كال كې د افغانستان د او سنۍ پولې هغې غاړې ته د پاكستان په پښتون مېشتو سيمو كې د ټاكنو پر وخت پښتنو په عراق باندي د امريكا د بريد سره مخالفت وښود او په افغانستان كې يې د امريكايې سرتېرو ح ضور ته هم د اشغال په سترګو وكتل. كېداى شې چې همدا دليل به وې چې پښتنو قومونو د افغانستان له سياسي بهير څخه ځان لري ساتلى او د امريكايي  ځواكونو په وړاندې هم د همدوى له خوا بريدونه � �ېر شوې وې. د افغانستان لپاره د ښې راتلونكې د برابرولو په برخه كې مهمه موضوع دا ده چې دا هيواد څ ومره په چټكې كولاى شې چې ځان په  منځنې او يا اوږد مهال كې د نړيوالې ټولنې په اجنډا كې � �امل كړې. همدا راز د نړيوالي ټولنې مرستې په وعدو كې اوږدې وې، خو په عمل كې بيا لنډې، چې همدې كار د حامدكرزي د حكومت د ستر ملاتړلې امريكا اعتبار او محبوبيت د افغانستان د خلكو په منځ كې كم كړ. كه څه هم د نړيوالې ټولني پيغام د افغانستان لپاره د سولي او بيا ودانولو په دوو اصلو راڅرخې، خو د نړيوالي ټولني اجنډا به هلته له سترګواښ سره مخ شې چې د ترهګرو په وړاندې مخامخ جګړه كې نړيوال سرتېري بريالي خو په عمومې جګړه كې ماتې وخوري. په داسي حال كې چې د القاعدې او طالب پاتې شونو په وړاندې جګړه كې امريكايي سرتيري او نړيواله ټولنه اوس په دې پوه شوې چې هغوى اوس هم د يوه خطر ناك قدرت په توګه پاتې دې.   پيژندنه ايا په افغانستان كې اوسنى حالت د سياسي كارپوهانو او عادې وګړو له نظر څخه څرنګه ارزولاى شو. ايا فغانسان د چاودنې په حال كې ده ؟ او كه هر څه مخ په ښه والې روان دې؟  د دې پوښتنو ته بېلابېل � �ول ځوابونه وركړل شوې دې. ځيني وايې نړيواله ټولنه بايد له افغانستان سره سمدستي بېړنۍ او ډېري م� �ستي وكړې، چې دا هيواد يوځل بيا شاته ونه ښوېږې. افغانستان تر اوسه له ننګونو څخه نه دى خلاص شوى، تر اوسه ډول_ډول ننګونې او گواښونه د افغانستان د پرمختګ پر لار پراته دې، چې دا چلينجونه د هيواد،  سيمې او نړۍ په كچه م وجود دې. د بياودانولو د چارو په وړاندې اوس له هغه څ خه ډېر خنډونه شته چې سياسي شنونكو يې په اړه مخكې تر دې تصور كاوه. د حالاتو د څارونكو په قول جمهوري رياست ته د حامدكرزي له ټاكل كېدو، يوكال وروسته ليدل كېږې چې له پلازمېنې بهر د هيواد د ۷۵ فيصده خاوري كنترول د سيمه ييزو جنګسالارانو په لاس كې دى. په همدې حال كې ډېرو عادي افغانانو دا تصور كاوره، چې د امريكا متحده ايالتونه به په خپل سوپر پاور سره طالبان له دې خاوري ورك كړي او د امنيت په چاپېريال كې به نړيواله ټولنه د بيارغوني پروژې ډېري پراخې او په خورا ګړنديتوب وځغلوي . كارپوهان په دې نظر دي چې افغانستان د نړۍ د خوارو هيوادو په كتار كې پنځم هيواد دى او د څه باندي دوو نيمو لسيزو جګړو په هر برخه كې ځپلى، خو د ۵ كلونو په تېريدو د حامدكرزي په مشري د كابل حكومت په دې نه دى توانېدلى چې خپل ګمركي عوايد راټول كړي او بله خبره دا چې افغانستان له تېرو دريو كلونو راهيسي د نړۍ په كچه د مخدره توكو په كركيله او توليد كې لومړى ځاى ځايګى خپل كړى او همدا مخدره توكې په يوه ډول نه په يو ډول د جنګ سالارانو او طالبانو تر منځ اړيكې ټينګوې. همدا دوه دليله كېداى شې چې د افغانستان خلګ په خپل حكومت او بهرنيو ملګرو بې اعتباره كړې. د عراق په جګړه كې د امريكا ښكېلتيا او د پوځې لګښتونو ملا ماتوونكى بوج امريكا دې ته اړه كړه چې له افغانستان څخه نا څه پام واړوې او دې كار د افغانستان دښمنانو ته يو ځل بيا دا شيمه وركړه چې د مركزي دولت او په دې هيواد كې د بهرنيو سرتېرو په وړاندي خپلو جګړو ته زور وركړي ان دا چې د جګړو لمن د پلازمينې دروازو او وروسته د ښار منځته را پراخه كړې.   جنګ سالاريزم  او سيمه سالاريزم: د جنګ سالارانو دوره اوس د سيالۍ دوره ده، خو كه پام ورته وكړو دا دوره هغسې دوره نه ده چې يو جنګ سالار د قانونې دولت او اساسي قانون له محدودېت بهر د پوځي، سياسي او اقتصادي ځواك په يو قانوني جوړښت كار وكړې. خوجنګ سالاران هغه وخت د يوه ګواښ په ډول مركزې دولت ته محسوس دې چې د افغانستان جغرافيايي جوړښټ ته په پام سره وغواړې خپل زور خلكو او دولت ته وښيې. افغانستان د جغرافيايې جوړښت له مخې په كال ۱۹۷۸ميلادې كې ۲۹ او وروسته بيا په ۳۲ ولايتونو ووېشل شو، دلته په ولايتونو سربېره حوزيې او  پوځې زونونه هم شتون لري چې د كمونستې رژيم پر وخت په كال ۱۹۸۰ميلادې كې تاسيس شوې دې. چې د همدې حوزو په دننه كې جنګ سالارانو جګړې او غلچكې بريدونه د وخت په مركزې دولت تر سره كول . سيمه سالاريزم يوازي په افغانستان پوري محدود پاتې شوى لفظ نه بلكي په منځنۍ آسيا كې هم ورته سيمې وې چې ترېنه د سياسي موخو لپاره  د وخت د حاكم دولت پر ضد فعاليتونه كېدل. نو جنګ سالاريزم او سيمه سالاريزم څنګه په افغانستان كې سره اړېكې وموندلي. د دې دواړو لپاره دلته يو لړ ټولنيز بنسټونه موجود وو، هغه دا چې جنګ سالارانو غوښتل د دې حوزو او سيمه ييزو پوځې مركزونو په جوړونه د مركزې دولت او عامو خلكو تر منځ اړېكې پرې كړې او د سيمې خلګ دې ته اړ باسې چې له جنګ سالارانو سره په يو نه يو ډول اړېكې ټينګې كړې. چې طالبانو دا كار په ډېر برياليتوب سره تر سره كړ، هغوى سيمه ييزي پوځې حوزې جوړي كړې، له عامو خلكو سره يې له همدې لاري اړيكې ټينګې كړې، وروسته يې دا حوزې له پاكستاني طالبانو او بيا د القاعدې د ډلي له پلويانو سره وويش� �ې. په افغانستان كې د طالبانو د حكومت د ړنګېدو څو ورځې مخكې امريكايان يو ځل بيا دې ته اړ شول چې له جنګ سالارانو كار واخلي او همغه وو چې امريكايانو پرېكړه وكړه چې د شمالې ټلوالې له سيمه ييزو قوماندانو سره د نويو وسلو او پيسو مرسته وكړې چې همداسې هم وشول . هغوى د همدې جنګ سالارانو په مرسته د طالبانو رژيم مات كړ . خو له جنګ سالارانو د طالبانو د حكومت په ماتولو كې د ګټې اخيستنې او د ۸۰ مې لسيزې پر مهال د پخوانې شوروي په وړاندې په جګړه كې له همدې جنګ سالارانو د  ګټې اخيستنې تر منځ نور ډېر  توپير نه وو، خو يو توپير وو هغه دا چي د پاكستان استخباراتې اداره (آى، ايس، آى) وه چې هغه له ډېري مودې راهيسي د امريكا د متحده ايالتونو او جنګ سالارنو تر منځ د يوې نښلونكې اداري او د امريكا د م تحده ايالتونو له نيژدې ملګرو شمېرل كېده. امريكا له دې ادارې وغوښتل چې د طالبانو د رژيم په ړنګولو كې دې ورسره مرسته وكړې او دوى غواړې چې د همدې پخوانيو جنګ سالارانو په مرسته د طالبانو حكومت مات كړې په داسي حال كې چې د پاكستان استخباراتې اداري نور نو په جنګ سالارانو پخوانى اعتبار نه درلود او د هغوى په ځاى يې اوس طا� �بان ملګري شوې وو . جنګ سالاران چې د نوييمي لسيزې په سر كي د كابل حكومت ته ورسېدل نو په هغه لومړيو ورځو كې په كورنۍ جګړه كې ښكېل شول او خپل پخوانى ملګرى پاكستان او په خاصه بيا د همدې هيواد استخباراتي اداره او د جهاد پر مهال د دې ادارې مرستي يې هېري كړې. خو كله چې  د امريكا متحده ايالتونو د ۲۰۰۱ ميلادې كال د سپټم بر د ۱۱ له پيښو څو ورځې وروسته په افغانستان كې د طالبانو د واك د نسكورولو تكل وكړ، ځينې نړيوالو كارپوهانو او ځينو هيوادونو په افغانستان له بريد مخكې امريكا ته مشوره وركړه چې له بريد څخه مخكې دې يو نړيوال كنفرانس جوړ او د هغه د پرېكړې په اساس دې عمل وكړې تر څو يوه ورځ بيا د نړيوالو تر كومې نيوكې لاندي رانشې خو د امريكا دولت چې ډېر كسان يې د ۱۱ سپټمبر په پيښو كې وژل شوې وو سم لاسې يې د شمالي ټلوالې سره تر اړيكو وروسته د كابل د حكومت د ړنګېدو تكل وكړ. د طالبانو دولت سقوط وكړ نوې موقته اداره د حامد كرزي په مشري جوړه شوه او ۵ كاله تر اوسه د طالبانو له ړنګېدو تېر شوي خو كوم خطرونه چې اوس د جنګ سالارانو له خوا افغان دولت او نړيوالي ټولنې ته م خامخ دې، نړيوال او په خاصه بيا پښتانه افغانان يې له امريكا انګېري. هغوى استدلال كوې چې جنګ سالاران امريكا په غېږ كې ونيول او د حامد كرزي په اوسنۍ كابينه كې د همدې جنګ سالارانو شتون يو له دې دلايلو كېداى شې چې د مركزي دولت او په افغانستان كې يې د مېشتو بهرنيو پوځونو په وړاندې د پښتون اكثريت  ح ساسيت را پارولى وې.     د جنګ سالارانو فشا� � جنګ سالاران اوس ځكه پا فشاري كوې چې روانوحالاتو دوى ته اجازه وركړې چې دوى په بنسټيزه توګه بدلون ونكړې يوازي په ظاهري ډول خپلې جامې بدلې كړي، هغه دا چې هغوى په خپلو تورو زړونو اوس د عادي افغانانو په سترګو كې ننوزې. د دې تر څنګ جنګ سالارانو يو ستر نوښت در� �ود، ځكه هغوى د امريكا سره په دې كې مرسته وكړه چې  په افغانستان كې د طالبانو حكومت ړنګ كړي او تر خپله وسه_وسه له هغوى سره په دې پوځي كمپاين كې ونډه واخلې او قدرت ته ځان ورسوې. دا يوه طبيعې پېښه نه ده چې د هرات، جلال آباد، كندهار او بلخ ولايت ګمركونه د دوى تر ولكې لاندي دې او زياتره عوايد يې د همدوى شخصې شتمنيو ته ځې. او د همدې كار دلايل هم د افغانستان د مركزي دولت كمزورتيا او په ګم� �كاتو د مركزي دولت نه كنترول بلل كېداى شي. د طالبانو د حكومت له ړنګېدو وروسته، ټولو سيمه ييزو قوماندانانو په نړيوالې ټولنې غږ وكړ چې د مركزي دولت د پياوړتيا مهم اصل دې هيواد ته چټكې او ډېري مالي مرستې دي، په داسي حال كې چې ځينو د كم پوځې توان درلودونكو جنګسالارانو دې م� �ستو ته لاس رسى نشواى كولاى. افغان دولت ته په مالي چارو د نا سمو كارپوهو ډلو له خوا د نړيوالو م� �ستو ورسپارل د دې سبب شو، چې له يوې خوا مرسته وركونكو هيوادو د خپلو مرستو حساب او كتاب په افغانستان كې ورك كړ او ډېر شمېر مرستي د همدې بهرنيو انجوګانو له خوا په نامعلومو لورو يوړل شوې او له بلې خوا جنګ سالارانو افغان دولت په بې ظرفيتې تورن كړ او دې ته يې لاره هواره كړه چې پخپله د خپل كنترول لاندي سيمو څخه دولتي عايد را ټول او په خپلو سيمو كې يې د مركزي دولت د پياوړي كولو په موخه ولګوې چې د جنګ سالارانو دا غوښتنه عملي هم شوه. هغوى په دې كار سره د مخدره توكو قاچاق، د ناقانونه اموالو لېږد را لېږد  او د وسلو پلورلو ته لاره هواره كړه او په دې معاملو كې ښكېل شول. په همدې حال كې داسې ډلي وې چې د مركزې دولت دې ناكاميو ته يې له كتو بغير هيڅ نشواى كولاى او ځينې كسانو بيا د نړيوالې ټولنې په وړاندي د افغان مركزي دولت د پت او عزت د تويولو لپاره ګامونه پورته كړل. د امنيتې بنسټونو نه شتون او د مركزې دولت ناتوانې جنګ سلارانو ته لا ډېره موكه وركړه چې بېله كومې وېري او كنترول څخه خپل پوځي ځواك پياوړى كړي. دلته له پلازمېني بهر داسي پياوړى او په عصري پوځې وسايلو سمبال نړيوال سوله ساتي سرتېري او د اعتبار وړ كورني عسكر شتون نه لري، ډېرى ولايتونه د مركزې دولت او نړيوالې ټولنې له كنت� �ول بهر دې او دا خلا دم ګړى په جنګ سالارانو ډكه ده. د روان كړكېچ د حل لپاره ډېرى سياسي كارپوهان او عادي افغانان په دې اند دې چې بايد د ملي پوځ او ملې پوليسو پرته داسې يو ځواك رامنځته شې چې د جنګ سالارانو ځاې ونيسې او دا ځواك بايد د مركزې دولت او د سيمه ييزو مشرانو په خوښه وې كه نه نو افغانستان به ورځ په ورځ د بد بدختۍ د ګودال په لور ور وښوېږې.   ",په افغانستان كې پاى ته نه رسېدونكې سوداګرې 5903,," افغان ولسمشر حامد کرزي نن له غرمې مخکې د هندوستان په لور وخوځيد. له نوموړي سره د کابينې يو شمير وزيران او دوه تنه سلاکار وزيران ملګري دي . نوموړى به د سيمه ايزو همکاريو په کنفراس کې برخه واخلي او د هند له لومړى وزير ، ولسمشر او يو شمير نورو لوړ پوړو چارو اکو سره ليده کاته وکړي او د کنفرانس په ناسته کې به وينا وکړي . هندوستان ته د کرزي د ا پنځم سفر دى چې د خپل واک په موده کې ت� �سره کيږي .ده ته به د اندراګاندي د سولې جايزه هم ورکړل شي . ",کرزي د هندوستان په لور وخوځيد 5904,," د غزې له تراړې څخه نن د اسراييلو د سدروت پر ښار د فلسطيني جنګياليو د توغندي د بريد په ترڅ کې يوه زړه ښځه ووژل شوه او څو تنه نور ټپيان شول. روغتيايي چارواکي وايي د ٢٠٠٥ کال راهيسې دا لومړى ځل دىچې د فلسطيني جنګياليو توغندي  د غزې له پولې څخه د اسراييلو ښارګوټي او کليو کې اسراييليان وژني. د حماس د اسلامي غورځنګ وسله والې ډلې ويلي چې دوى پر سدروت دوه توغندي توغولي دي. د اسراييلو ټلويزيون ويلي چې شاوخوا ٦ توغندي په دغه ښار ګوټي لګېدلي دي. د اسراييلو يوه دولتي چا� �واکي ويلي چې اسراييل پر ملکي وګړو دغه بريدونه نه شي زغملى او د دې د مخنيوي په موخه به څه چې لازم وي هغه به وکړو. ",د اسراييلو د سدروت پر ښارد توغندي بريد شوی 5905,,"   د ملګرو ملتونو د يوه نوي رپوټ پر بنسټ ، ايران، سوريه او ٨ نور هېوادونه  د ملګرو ملتونو له پرېکړه ليک څخه سرغړونه کړې ده او سوماليا ته وسلې ورلېږي. د ملګروملتونو کارپوهان چې د وسلو په ممنوعيت نظارت کوي ويليي د ايران او سوريې دولتونه په سوماليا کې د شرعي محکمې په نوم له اسلام پالو سره اړيکې لري. ",ايران او سوريه سوماليا ته وسلې ورکوي. 5906,," هند ته د چين د ولسمشر هوجنټاو � �ه سفر څخه مخکې د دواړو هېوادونو تر منځ د پولې پر سر لس کلن اختلافات  يو ځل بيا زيات شو. د هند د بهرنيو چارو وزير پرتاب موکرجي د هند په شمال ختيځ ارونال پردېش پر ايالت د چين د مالکيت له ادعا وروسته  غبرګون وښود. هند دغه ادعا ردوي او دعوا کوي چې چين د کشمير په غرني پوله کې د هند ٤٠ زره کيلو متره ځمکه په خپل کنترول کې لري. چين او هند په ١٩٦٢ کال کې د پولې د اختلاف پرسر په جګړه کې شول. ",هند او چین تر منځ د پولې پر سر اختلافات بیا تازه شول 5907,," د آلمان په يوې محکمې کې تېره ورځ د نړيوالو وکيلانو يوه ډله د امريکا د متحدو ايالتونو د پخواني دفاع وزير دونالډ رامسفيلډ پر وړاندې د دعوا ا� �امه وکړه. د تنظيم شوې دوسيې پر بنسټ مدافع وکيلانو د آلمان له محکمې څخه غوښتي چې د رامسفيلډ په اړه څېړنې د جنګي جرمونو د تورنېدو په برخه پيل کړي. دغه دوسيه په عراق کې د ابو غريب او په کيوبا کې د ګوانتانامو د دولسو پخوانيو زندانيانو په شکايت تنظيم شوى دى. ",دنړيوالو وکيلانو يوه ډله پررامسفيلډباندی دعوا کوي 5908,," د ناټو يو وياند نن کابل کې خبري ناستې ته د خپلو څرګندونو پرمهال د ګربت تر نامه د افغان او ناټو ځواکونو ګډ پوځي عمليات بريالي وبلل او زياته يې کړه چې د روان کال تر پايه به دوام ومومي . ده زياته کړه د عملياتو په پايله کې د مخالفيو بريدونه کم شوي او له دې سره جوخت د کمکي پوليسو د پياوړي کيدو لړۍ په ښه توګه پر مخ ځي او دا مهال ٢٥٠ کمکي سرتيري په کندهار ، زابل اوا� �زګان کې په زده کړو بوخت دي . د ناټو وياند لوک نيتيګ هغه خپور شوى رپوټ ونه مانه چې په کې ويل شوي وو، چې د تير کال په پرتله د مخالفينو بريدونو او شخړو کې څلور چنده زياتوالى راغلۍ دى .نوموړي زياته کړه د افغانستان ختيځ او سويل ته د ناټو د ځواکونوله پراختيا سره سم د مخالفينو په بريدونو کې د تيرو مياشتو په پرتله څو برابره کم � �وي دي . د نوموړي په وينا په تيره مياشت کې ١٨ بريدونه شوي ، چې په روانه مياشت کې ١٠ بريدونو ته دا کچه راټيټه شوې ده .د ګربت ګډ پوځي عمليات ي يوه مياشت وړاندې پيل شوي دي . ",ناټو :د ګربت ګډ پوځي عمليات بريالي دي 5909,," د ناټو د ځواکونو د ډزو په ترڅ کې نن له غرمې مخکې د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ کې ٢ تنه ولسي وګړي مړه او ٢ تنه نور ټپيان شول. ځواکونو هغه مهال پردوى ډزې کړي، چې د نوموړو کسانو د سپرلۍ موټر د ناټو اوافغان ځواکونو په ګډ کاروان پسې روان وو. د ناټو ځواکونو يوه خپره شوې پاڼه د پيښي پخلۍ کوي او زياتوي چې د موټر چلونکي د ځواکونو د درېدو له امر څخه سرغړونه کړې ده. ټپيان يوه مېرمن او يوه ماشومه نجلۍ دي. ",د ناټو په ډزو کې ٢ تنه ولسي وګړه مړه او ٢ ټپيان شول 5910,," د افغانستان د دفاع وزارت ادعا کړې ده چې د افغان ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د کندهار د پنجوايي د سپېروان په سيمه کې ٦ تنه وسله وال جنګيالي وژل شوي دي. پو ځي چارواکو ويلي عمليات هغه مهال پيل شول چې د ملي اردو ځواکونو په قرارګاه د هاوان مرمۍ بريد وشو. ",د دفاع وزارت: په کندهار کې ٦ تنه وسله وال وژل شوي 5911,," د افغانستان د روغتيا وزير ډاکټر فاطمي نن يوې خبري ناستې ته وويل چې کال ٢٠ زره افغانان يوازې د توبرکلوز يا سل ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او د يو کال په اوږدو کې ٨٠ زره نور په دغه ناروغۍ اخته کېږي.نومو ړي وويل چې دغه شمېره د هغه سروې له مخې چې د روغتيا وزارت له خوا د نړيوال روغتيايي سازمان، جايکا، ګلوبل فن، د  امريکا د پراختيايي ادار ې او يو شمېر نورو سازمانو او موسساتو په مرسته ترسره شوې لاسته راغلې ده. وزير په نړيواله ټولنه د مرستې ږغ وکړ او د دغه ناروغتيا په وړاندې مبارزه کې يې په راتلونکي زېږديز کال د ١٧ ميليون ډالرو د ورکړې مرسته وغوښتله. د نوموړي په وينا په روان کال کې په سل اخته د ٢٢ زرو ناروغانو درملنه شوې او د دغه ناروغۍ ٧٠ فيصده ناروغان افغان مېرمنې دي. د وزير په وينا دغه ناروغتيا په ډېره ساده توګه نورو ته سرايت کوي. د سل ناروغۍ له امله په کال ٢٠ ميليونه انسان په نړۍ کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. ",په کال کې٢٠ زره افغانان د توبرکلوز له امله مري 5912,," د کاناډاد دفاع وزير ويلي چې د ناټو او افغان د ګډو پوځي عملياتو په پايله کې په دغه هېواد کې د طالب وسله والو بريدونه کم شوي او داسې بريښي، چې د عملياتو په ترڅ کې د هغوى ډېر شمېر مشران وژل شوي وي. وزير ويلي چې ناټو په افغانستان کې نورو ١٥٠٠ عسکرو ته ض� �ورت لري او نه پوهيږي، چې کوم هېوادونه به خپل عسکر هلته واستوي. نوموړي وويل کاناډا په دې اړوند خپله ژمنه پوره کړې او په دې وروستيو کې يې ٤٥٠ نور ځواکونه دغه هېواد ته استولي دي. کاناډا دا مهال افغانستان کې ٢٥٠٠ ځواکونه لري. څه موده وړاندې پولنډ ويلي وو، چې افغانستان ته به ١٠٠٠ تنه عسکر ولېږي. ",کاناډا: په افغانستان کې وسله وال بريدونه کم شوي 5913,," د امريکا د پوځي استخباراتو يوه لوړ پوړي پوځي چارواکي د دغه هېواد د سنا پوځي کميسيون ته د څرګندونو پرمهال ومنله چې د تېر کال په پرتله په روان کال کې په افغانستان کې د دولت د مخالفو وسله والو بريدونه دوه برابره زيات شوي او په راتلونکي کال کې به هم دغه حالت دوام ومومي. نوموړي وويل که څه هم په روان کال کې مخالفو وسله والو ته ډېر تاوانونه، مرګ او ژوبله اوښتې، سره له دې د هغوى د بريدونو او فعاليتونو لمن پراخه شوې او په راتلونکي کې به هم دوى له خونړيو تاکتيکونو څخه کار واخلي. د نوموړي د وينا له مخې د دغو بريدونو موخه په نړيواله کچه د افغان دولت کمزورى ښودل دي. ده په نړيواله ټولنه غږ وکړ چې د افغان ولسمشر حامد کرزي له دولت څخه ملاتړ وكړي. ",امريکا: مخالف وسله وال به له خونړيوتاکتيکونو کار واخلي 5914,ميرويس جلالزى," د نوموړي هيواد د پوځ د ستراتيژكو ځواكونو لوى � �وماندان جنرال احسان سليم حيات او د نوموړي هيواد لومړي وزير شوكت عزير چي په خپله نن سهار د دې توغندۍ د آزم ايښت په سيمه كې موجود وو، وويل: چي د پاكستان دا بريالي آزمايښتونه به په سيمه كې د ثبات د ټينګښت لپاره ډېر اغېزمن ځكه تمام شي چي همدا زور كولاى شي ډېري لانجې حل كړي. د غوري په نامه دا نومول شوې د منځني واټن وي� �تونكې توغندۍ ۱۳۰۰ كيلوميتره واټن وهلاى شي او په همدې حال كي د اټومي كوپريو د وړن توان هم لري . ويل كېږي دا توغندۍ نن سهار په سيمه ييز وخت ۹ بجې وتوغول شو او د لومړنيو ر اپورونو پر اساس ډېر بريالى وو. د يادوني وړ ده چي د ګاونډي پاكستان د توغنديو نومونه د افغانستان د پياوړو تاريخي څېرو له نومونو سره سمون خوري. له دي مخكي افغان دولت له پاكستان څخه غوښتنه كړي وه چې توغندۍ دي وازمايي خو د افغان تاريخي څېرو نومونه دي نه پر ايږدي ځكه دا كار هغوى ته سخت سپكاوى دى. ",پاكستان د بالستيك توغندۍ و ازمايل 5915,," ", 5916,," د اسلامي ګوند مشر حکمتيار د لندن له الحيات ورځپاڼې سره له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر مهال وېش يو ځل بيا ټينګار کړى او ويلي يې دي، چې امريکايي ځواکونه د هېواد په اوضاع باندې بشپړ واک نه لري اوپر افغانستان له بريد وروسته تر اوسه په خپلو موخو کې پاتې � �اغلي دي. نوموړي د افغان دولت سره د خبرو اترو د پيل له پاره، د ټولو ډلو په گډون د موقت حکومت جوړېدل، د غرب له ملاتړ څخه برخمن د ټولو خبري رسنيو د فعاليتونو درېدل، د منتخب ولسمشر ټاکل، د بن په ناسته کې دبرخه لرونکو هېوادونو د سفارتونو تړل، د نوي اساسي قانون له پاره د شورا جوړېدل، د نوى اردو جوړېدل او د ګاونډيو سره د اړيکو د ودې شروطونه وړاندې کړي دي. نوموړي د افغانستان اوسنى حالت د روسانو تر اشغال لاندې حالت سره پرتله کړي او له طالبانو سره يې د خبرو کولو پخلى کړى دى. ",حکمتيار نوي شرطونه وړاندې کړل 5917,," ", 5918,," عبدالله پتمن/كابل د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر جورج بوش د آسيا دريو هيوادونو ته د سفر په ت� �څ کې نن سينگاپور ته ورسيد. له نوموړي سره په دې سفر کې خپله مېرمن لورا بوش هم شامله ده. دواړه ميلمانه دغه هيواد ته په رسېدو يو موزيم ته ولاړل چې په سندرو سره يې هرکلى وشو. ټاکل شوې ده بوش به اندونيزيا او ويتنام ته هم ولاړ شي. په ويتنام کې به بوش د اسيايې هيوادونو په اقتصادې غونډه کې هم گډون وکړې. بوش به په دغه غونډه کې د � �ومړې ځل لپاره د روسيې، جاپان، چين او سويلې کوريا له مشرانو سره د شمالې کوريا داټومې پروگرام په اړه مخامخ وگوري. ",بوش آسياته د سفر په ترڅ كي سينگاپور ته ورسېد 5919,ميرويس جلالزى," په داسي حال كي چي د ۲۰۱۲ ميلادي كال د المپيك د سياليو كوربه توب د انګلستان په غاړه دى او تر اوسه لا د سياليو دقيقي نېټې ته ډېر وخت پاته دى، د نوموړي هيواد د المپيك يوه چارواكي ښاغلي (روي مكنولتي) وويل چي د بريتانيا د دولت له خوا دا ټاكل شوې بودجه ځكه كمه ده چي د دې سياليو د سمبالښت او امنيتي تياريو لپاره د هري بلي سيالۍ په پرتله ډېرو پيسو ته اړتيا ده  ځكه چي ترهګر غواړي دا ډول غونډي او سيالۍ تر بريدو لاندي ونيسي. ",د ۲۰۱۲ كال د المپيك لګښت ۵بليونه ډالر وټاكل شو 5920,," افغانستان ته د امنيت شورا د ح� �يقت موندنې د ٩ کسيز پلاوي څلور ورځنى سفر پاى ته ورسيد او ددغه پلاوي مشر کنزو شيما پرون ناوخته يوې خبرى ناستې ته کابل کې وويل ،د سيمه ايزى همکارى پرته افغانستان کې امنيت ناشونى دى اود ترهګرى او نيشه يي توکو د توليد او قاچاق په وړاندې مبارزه کې د ټولو ګاونډيو هيوادونو همکارى ته اړتيا لري . نوموړي زياته کړه چې دغه هيواد دوام داره مرستو ته اړه لري . د نوموړي په وينا ترهګري، د نيشه يي توکو قاچاق ، اداري فساد او بې قانوني هغه ستونزې دي چې افغان دولت ورسره مخامخ دى .دغه پلاوي د خپل سفر په وخت کې د زابل او بلخ له ولايتونو څخه ليدنه وکړه اود امن د راتلونکى جوړيدونکې جرګې څخه يې ملاتړ وښود او ډاډ يې څرګند کړ چې د هغو واقعيتونو په سر به چې افغانستان کې شته له نړيوالې ټولنې سره وغږيږي .ده ومنله سره له ستونزو دغه هېواد په تيرو پنځو کلونو کې ډير پرم ختګ کړى دى ، خو نوموړي په دې ټينګار وکړ چې دولت دې د اداري فساد او بې قانونى له مينځه وړلو ته ډيره پاملرنه وکړي .نوموړي وويل چې خپل رپوټ به د امنيت شوراته وړاندې کړي . پلاوى د خپل سفر پرمهال ديو شمير دولتي چارواکو د ملى شورا ، مدني ټولنو اوځينو ګوندونو له مشرانو او استازو او د ناټوپه هوايي بريدونو کې د قربانيانو له ځينو کورنيو سره خبرې او کتنې درلودې او افغان ولس ته يې ډاډ ورکړ ، چې ملګري ملتونه ددوى ترڅنګ دي او نړيواله ټولنه به له افغانستان سره د مرستې کولو په موخه وهڅوي . ", امنيت شورا:له سيمه ايزې مرستې پرته امنيت ناشونى دى 5921,ميرويس جلالزى,"  د افغانستان د خب� �يالانوملي  ټولني د هغو كسانو خبري بې اساسه وبللي چي په همدې نامه يې وړمه ورځ ويلي وو، چي خبريالان نور نه غواړي د ملي شورا په غونډو كي ګډن وكړي او ترېنه راپورونه برابر كړي. سيداقا فاضل سنچاركي چې ځان ته د مشروع ملي خبريالانو د  ټولني مشر وايې د چهارشنبې په ورځ يې يوې خبري ناستي ته وويل چي افغان خبريالان بايد د هيواد په دې كړكېچن حالت كې د پارلمان په غونډو كې له نه ګډون څخه ځان وژغوري او هڅه وكړي په لا سختو حالاتو كي خپل ولس ته وروستي كوټلي اطلاعات خپاره كړي. ښاغلي سنچاركي چې له خبريالانو سره د پارلمان د ځينو وكيلانو له وروستي چلند څخه يې سر ټكاوه وويل : د خب� �يالانو او وكيلانو تر منځ جوړ جاړى تر هر بل كار اغېزمن او ضروري دى نه دا چي له تحريم څخه كار واخيستل شي. دا په داسي حال كې ده چې له دې مخكې د غوث زلمي په نامه يو تن چي هغه هم ځان د افغانستان د خبريالانو د ملي ټولني مشر بولي ويلي يې وو تر هغه چي وكيلان له خب� �يالانو بښنه ونه غواړي تر هغه به هيڅ يو خبريال د پارلمان په غونډو كي ګډون ونكړي. ",سنچاركي: خبريالانو د پارلمان غونډي مه تحريموئ 5922,," د حکميتار په اسلامي ګوند پورې اړوند د دولت د مخالفينو يوه ٣٠ کسيزه ډله د ملي پخلايني او روغې جوړې له مخې نن په بادغيس ولايت کې له دولت سره يو ځاى شوه. نوموړې ډلې له ځان سره يوه اندازه درنده اوسپکه وسله هم لرله چې دولت ته يې تسليم کړه. ",په بادغيس کې ٣٠ تنه مخالفين له دولت سره يوځاى شول 5923,," نا دولتي نړيوالو خيريه ټولنو او موسسو د امنيت شورا د حقيقت موندنې پلاوي ته د بشري امنيت تر نامه لاندې يو نوى وړانديز وړاندې کړى د� �، چې په کې ټينګار شوى دى، چې ملګري ملتونه بايد افغانستان کې د امن او ثبات د راوستو په اړوند په خپله تګ لاره � �ه سره غور وکړي او د افغانستان شخړه د زرو او پوځي لارو پر ځاى د خبرو اترو، جرګو او جوړ جاړي لارې اوارېداى شي. د کډوالو په چارو کې د ناروي د يوې نا دولتي ټولنې مشر کريستين ذات چې د نړيوالو غير حکومتي موسسو په استازيتوب يې دغه وړانديز د امنيت شورا پلاوي ته سپارلى په دې باور دى، چې افغانستان کې د نړيوالې ټولنې د ښکېلتيا اوسنۍ تګ لاره ناکامه ده او خوندي امنيت هغه دى چې د ولس رايه په کې وي او په پرېکړو کې بايد په خپله ولس برخه واخلي. له دې وړاندې په کندهار کې د ناټو يو پوځي چارواکي جنرال تام ورلون هم د خپلو څرګندونو پر مهال د ستونزو د اواري په م وخه له افغانانو سره د خبرو تيارى وښود او ټينګار يې وکړ ، چې له افغانانو سره خبرې کول سولې او ثبات ته رسېدل دي او ناټو خبرو ته تياره ده، تر څو قانون او امنيت په دغه هېواد کې ټينګ شي. ده وويل زموږ له پاره دا مهمه نه ده چې هغوى څوک وو او څه يې کول. دغه پوځي قوماندان د قومي مشرانو او سپين ګيرو په همکاريو او مشورو ټينګار وکړ. له بل لوري په افغانستان کې د امريکا د پوځونو يو مشر قوماندان بنجامين فريکلي پرون د بګرام په هوايي اډه کې د امنيت د ټينګيدو په موخه د بيا رغونې په پروژو ټينګار وکړ، چې د نوموړي په ويناد بيا رغاونې په پروژو سره به خلک په کار بوخت شي او له امنيتي ستونزو به د ډيرو کسانو لاسونه لنډ شي. ",د بشري امنيت په نامه افغانستان کې د خبرو اترونوى وړانديز 5924,," عبدالله پتمن/كابل د کانگو په ديموکراتيک جمهوريت کې د ټاکنو چارواکو د هيواد اوسنى و� �سمشر جوزيف کبيلا په عامو ټاکنو کې وړونکى اعلان کړى دى. د خپرو شوو ورستيو شمېرو له مخې کابيلا په سلو کې ۵۸ � �ايې ترلاسه کړې دي. په کانگو کې د پنځه کاله نا اراميو او نښتو وروسته دا لومړۍ ټاکنې دي چې ترسره شوې. د کبيلا م خالفو ځواكونو د ټاکنو د پايلو په وروستېو کې گوتڅنډنه کړې او ويلې يې دي چې له ټولو وسېلو سره به د هغه په وړاندې مخالفت وکړي.   ",د كانګو ټاكني اوسني ولسمشر وګټې 5925,عبدالله الهام جمالزی," ژباړه اورااخیستنه :عبدالله الهام جمالزی      درادیویوه ویانده په دې ګروهه ده چې په  راډیو کې غږ یومهم او بنسټیز آر دی      فرزانه معصومیان وایی چې غږ اود ویلوطرز ، اجرا اودهغه څه اغیزې چې دراډیو خبري ویاند یې وایي ډ یراهمیت لري ، نوموړې زیاتوي  دراډیودخبرویاند باید په خبرکې دټینګارونوپه روښانه ادا سربیره ، دبریا ، جګړې اوداسې نوروموضوعاتوپه اړه نرمښت ولري .      دغه مېرمن ټینګارکوي چې په راډیو کې دخبرویل له تلویزیون څخه ډیرګران دي ځکه په حقیقت کې دراډیودویاند غږله اوریدونکي سره دهغه داړیکې یواځینی وسیله ده ، اوهمداغږ دی چې د مخاطبانود جذب یادفعې لامل ګرځیدلی شي .       دهغې په ویناغوره ویاند هغه څوک دی چې کلونه یې په راډیو کې کارکړی وي ځکه چې په ځان اود اجرا دڅرنګوالي  ډیرتمرین یې درلودلی وي .       نوموړې دراډیود یو ویاند لپاره دپام وړټکو په اړه داسې وایي : معمولا د خبرله خپرولوم خکې دخبردڅوځله ویلولپاره کوم امکان نه وي ، لدې امله غوره ده چې دهر ډول ستونزې دمخنیوي لپاره ویاند دورځې په م سلوخبر وي .     هغې زیاته کړه لمړنۍ کارچې یوویاندیې دخپل کارپه لمړۍ ورځ ترسره کړي دخبربېلابېلو � �ژانسونواومرکزونوته مراجعه کول دي ترڅویوڅه کلي معلومات لاسته راوړي .     دهغې په وینا دراډیو خبري ویاندباید دخپل غږ داستفادې په څرنګوالي پوه شي ، یعنی داچې غږیزټینګارونه اوفاصلې(درنګونه) رعایت کړي .      نوموړې په یوبل تعریف کې وایی :  ویاند یعنې د رسنۍ باوردی ځکه چې ویاند د بېلابېلوخبرونومرجع ده اوخلک وروستۍ خبره له ویاند څخه اوری .      مېرمن معصومیان زیاتوی د خبر ویاند برخلیک ټاکونکی رول لری چې له هرڅه وړاندې باید هغه ته اهمیت ورکړل شی ، ځکه نوپه هغه صورت کې باید له ویاند څخه تمه و� �ی چې ورته لازمې ذده کړې ورکړشوې وی اوزیاته توجه ورته شوې وی .      هغې یادونه وکړه : یوخبری پروګ� �ام یو ټولیز کاردی اودهغه دجوړلو لپاره یوه ډله کارکوی چې په پایله که همدا ویاند دی چې وروستی پړاو یې  طی کوی .      درا‌ډیودې وتلې خبری ویاندې نیوکه وکړه : په خواشینۍ سره په دې وروستیو کلونو کې دهغه ټاکنې (غوره کولو) څخه چې دویندویانولپاره به پخواترسره کیده پته نه لګیږی .      معصومیان زیاته کړه : واقعیت دادی چې هرهغه څوک چې دخپل کارلپاره یې سختۍ اوستونزې نه وی ګاللې دخپل کارپه قدرنه پوهیږی ، خوهغه څوک چې دخپل کار دلاسته راوړلولپاره زیارباسی دهغه دساتلو، ښه کولو اوپراختیا لپاره هڅه هم کوی .      نوموړې دې ته په اشارې سره چې ویندویان ذده کړې ته اړتیالری وړاندیزوکړچې : دویندویانوپه ټاک� �وکې بایدهغه غږته چې دښه کیدلواوجوړیدلو وړتیاولری اهمیت ورکړل شی  . معصومیان وویل : اوس په غوڅه توګه م سولان دخبردښه کیدوپه هڅه کې دی خو ښه به دا وای چې د دواړو لپاره یې یوځای هڅه کړې وای . ",په رادیوکې مسلکي ویندویۍ ته یوه کتنه 5926,سخي جان," سخي جان د ننګرهار پوهنتون د ا� �تصاد د پوهنځي پخواني استاد دافغانستان زوریدلی اولس د خپل هیواددجغرافیاﺋـی اوسیاسی موقعیت له مخې د تاریخ  په اوږدو کې ډیر کړاوونه لیدلی او دا دی اوس هم د بهرنیو لاس وهنو له امله د جګرې په اور کې سوځیزی او خدای (ج)خبر چې ترکومه به دا تراژیدی روانه وی.  که ډیر لېرې لاړنه شو او تېرو دریو لسیزو ته یو ځغلنده نظر واچوو نو وینو چې : د روسانو دشرمیدلی ماتې څخه وروسته زمونږ کړیدلي خلک دی ته په طمع وؤ چې د مجاهدینو په راتګ سره به زموږ هېواد وال د سوکالۍ ساه وباسي خو داسې ونه شو او دا وار بیا هم د بهرنیو خاصتاً د امریکا د متح ده ایالاتو د غلطو او ناعاقبت اندیشو پالیسو په وجه داخلی توطیهّ ګرود افغانستان د بهرنیو دښمنانو په ځانګړی ډول د روسانو په مرسته د یوې کودتا په ترڅ کې د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو پروګرام سبوتاژ او دناکامۍ س� �ه مخامخ کړ، او کابل ښارته د شمالی ټلوالی د بې بندو باروملیشو په راننوتو سره د هېوادوالو تنکی هیلی په ناهیلۍ بدلې شوې او دکابل ښار یو وار بیا زموږ د بې ګناه هیوادوالو په وینو سور شو. د بې ګناه خلکو وژل ، د پیغلو او مېرمنو  بی پته کول، غلا او چور او چپاول کول د کابل په ښار او د هېواد په نورو برخوکې خپل اعظمی حد ته ورسیده زه نه غواړم چې په دې لیکنه کې د خپلو هېوادوالو زخمونه بیا راتازه کړم او پېښې په تفصیل  وڅیړم خودومره وایم چې د قدرت لیونیو کوښښ کاوه ترڅو خپل قدرت وساتی ، ولوکه د خلکو د پت او عزت او سر په بدله وی. دې کار کلونه دوام وکړ او عملاً مرکزی حکومت او اداری سیستم له منځه لاړ خو غربی هېوادونو او خصتاً د ام� �یکا متحده ایالاتو ﺋـی به سړه سینه ننداره کوله ځکه دوی فکر کاوه چې دوی او ددوی ګټوته کوم ځانګړی خطر م توجه نه دی. خو کله چې افغانستان د مخدره موادو او نړیوال ترویزم په مرکز بدل شو او هغه اور چې د امریکایانو د بی تفاوتۍ  له کبله په افغانستان کې بل  شوی وؤ،  د امریکا لمنې ته هم ورسید نو امریکایان او دهغوی غربی انډیوالان ددې حالت څخه د خلاصون په لټه کې شول. هغه ؤ  چې د طالبانو د رژیم  د راپرزولو هلې ځلې ﺋـی � �روع کړی او کله چې د امریکاﺋـی B52 الوتکوپه زور د طالبانو رژیم د سقوط په حال کې ؤ  نو امریکایان په عوض ددې چې په افغانستان کې یوه سالمه رهبری رامنځ ته  کړې  یووار بیا ﺋـی  پخوانی اشتباه تکرار کړه او شمالی ټ� �والی ته ﺋـی د میلونو ډالرو په ورکولو برسیره هغوی ته اجازه ورکړه ترڅو په کابل کې  یو وار بیا په � �درت منګولې ښخې کړي. هغوی دا کار ځکه وکړ چې تصور ﺋـی کاوه په زمینی جنګ کې د طالبانو سره د خپلو تلفاتو مخه ونیسی او د شمالی ټلوالی څخه د خپل زمینی قوت به حیثیت کار واخلی. په حکومت کې عملاً نوموړۍ  ټلواله برلاسی شوه، او په عمومی ډول حکومت دغیر مسلکی ، ناپوهو، زورورو او حتی داړه مارانو په لاس ورغی. حکومتی اداری په تنظیمی ، فامیلی اوسلیقوی روابطو  وویشل شوې روابطو د ظوابطو ځاۍ ونیو او د شایسسته سالارۍ لیاقت او کفایت او وطن دوستۍغوره اصلونه ترپښو لاندې شول چې دا هر څه د امریکا د ناسمو پالیسو له وجې ترسره شول .په میلیا� �دونو ډالر دافغانستان د بیاجوړونې لپاره ځانګړی شول خو حکومت دا کفایت نه درلود چې د بیا جوړونې  � �پاره یو عملی پلان طرح او تطبیق کړی او وکوالی شی  ترڅو دکمک کوونکو  هیوادو اعتماد ترلاسه  کړی ترڅو پیسی  د حکومت په اختیار کې ورکړی. کمک کونکو هیوادونو غوره وګڼله ترڅو بیلی شوی پیسی دغیر حکومتی ادارو او  دملګرو ملتو د ادارو له خوا په مصرف ورسول شی. خو نوموړې پیسی لکه څرنګه  چې د خلکو توقع ده په کار وانه چول شوی حکومت به دې ونه توانید ترڅو داسې پروګرامونه طرح کړی چې د هغو په تطبیق سره خلکوته د کار زمینه برابره او په هېواد کې د بیکاری کچه راښکته کړی او له دې لاری دخلکو اقتصادی ستونزې راکمې کړی دم� �ی اردو او ملی پولیسو په روزلو او تقویه کولو کې هم لازم او ضروری اقدامات ترسره نه شول، پخواني په کارپوه افسران د اردو او پولیسو له لیکو څخه وشړل شول او به عوض ﺋـی پخوانی داړه ماران چې پخوا به ﺋـی  په پټه داړی ترسره کولې اوس ﺋـی د پولیسو لباس ورواغوست او په رڼا ورځ د خلکو په لوټولو بوخت شول چې په دې کار سره د خلکو او دولت ترمنځ فاصله لازیاته شوه. د مسلحو ګروپونو په خلع سلاح کولو کې هم له دقت څخه کار وانه خیستل شو او مسلحو خلکو صرف هغه وسلې د DDR واکمنو ته وسپارلې چې له کاره لویدلی وې، او نوې  او کاری وسلې اوس هم له ځان سره ساتلی دی چې کله ناکله د یوې او بلې سیمې څخه د ځینو ګروپونو د بیا وسله وال کولو ګونګوسی ترغوږو کیږی. سره له دې چې په افغانستان کې امریکا په دې وتوانیده چې د ناټو ځواکونه په جګړه کې راښکیل کړی او په خپله تر یوه حده د ارام سا وباسی خو د طالبانو د لیکو  په بیا تقویه کیدو سره د ناټو  او امریکا د س� �تیرو تلفات د یوې ورځې څخه بلې  ورځې  ته د زیاتیدو پر حالت کې دی چې دې حالت د ناټو دغړو هیوادونو په داخل کې په خلکو کې یو ډول نارامی رامنځ ته کړې ده سره ددې چې  په افغانستان کې د ناټو د قوماندان لخوا  د ناټو دغړیو هېوادو څخه د نورو اضافی قواو د رالیږلو غوښتنه وشوه خو په عمومی ډول نوموړو د هیوادونو په دې هکله چندان علاقه ونه ښودله. به جګړه کې د عراق د تکنیکونو استعمال او دطالبانو بیا راژوندی کیدل او تقویه کید� � په افغانستان کې د ناټو، امریکا او داخلی قواؤ مورال ډیر ضعیفه  کړی او دملی اردو له لیکو څخه فرار مخ په زیاتیدو دی. همدارنګه د جګړې په وخت کې د ملکی خلکو بې رحمانه وژنه او په شخصې تربګنیو او ناسمو راپو� �ونو د افغانانو نیونه او بندی کونه،  ددې باعث شوی ترڅو د خلکو کرکه د ناټو امریکا او افغان دولت په مقابل کې نوره هم زیاته شی. دتعلیم او تربیې  او لوړو تحصیلاتو په برخه کې هم داسې کار ترسره نه شو ترڅو زموږ د خلکو تنده ماته کړې په دې معنی چې  په تعلیمی نصاب کې د وخت  او دزمانې د غوښتنو مطابق بدلون را نه وستل شو، د معلیمونو او استادانو مسلکی روزنې او مادی ژوند ته چندان توجه ونه شوه. دمعارف کارمندان  په شکلی بدلونو مصروف ښکاری او کیفیت ته توجه نه کوی، چې له هغه جملې څخه یو هم په شاګردانو د پتلون اغوستل جبری کول دی، هغوی پدې هڅه کې دی ترڅو غربی کلتور په ټولنه کې مروج کړی، او ددې لیارې  خپلو غربی انډیوالانو ته خپله وفادا� �ی وښایی. د کانکور سوالونه د افغانستان په تاریخ کې په لومړی حل افشأ شول  او همدا وجه ده چې د تعلیم او تربیی په کیفیت کې چندان ښه والی نه ترسترګو کیږی. د اداری فساد څخه خو خلک ترسپیږمو رارسیدلی هیڅوک په هیواد کې دولت خپل نه ګڼې او همدردی نه ورسره لری ځکه د دوی عادي کار هم په دولتی ادارو کې پرته له رشوته سرته نه رسیږی. پورتنی ذکر شوی عوامل ددی باعث شوی ترڅو د خلکو او دولت ترمنځ واټن لازیات شی، دطالبانو صفونه  تقویه او دافغانستان دعوامو خلکو خواخوږی د طالبانو سره زیاته شی. او که چېرې امریکا په خپله پالیسۍ کې د افغانستان په هکله مثبت بدلون رانه ولی یعنی دا چې یو باکفایته او مسلکی بې طرفه حکومت رامنځ ته نه کړی، اداری فساد له منځه یو نه سی، ملی اردو او پولیس تقویه نه کړی په معارف او لوړو زده کړو کې ښه والی  رانه ولی او د خلکو د مادی ژوندد ښه کولو لپاره په هېواد کې زیربنا ﺋـی پروژې او فابریکې رامنځّ ته  نه کړی نو داسې ښکاری چې د امریکا اوسنۍ پالیسې هم دافغانستان په هکله د ناکامۍ په لور روانه ده. ",دافغانستان هکله دامریکا پالیسي دناکامۍپرخواځي 5927, ميرولي جان لکڼوال,"  ميرولي جان لکڼوالدهرې ټو� �نې وګړي اوخلک تل په دې هڅه کې وو اودي چې خپلې ټولنې دښيرازۍ اوسوکالۍ تربريده ورسوي ،خوپخوانۍ انساني ټولنې داوسنيو انساني ټولنو په شان پرمخ تللي نه وې ،هغوی هڅه کوله چې بشري اوانساني ګډوډۍ ديولړ اصولو او مقرراتو په وضعه کولوسره له منځه يوسي .شک نه شته چې دهغه وخت مقررات يو اړخيز ياديوې طبقې دحقوقودخوندي کولوله پاره م وثر او ګټور وو  .خو بشري ټولنو دوخت په تيريدو سره قوانين ،اصول او مقررات رامنځ ته کړل چې تر ډېره بريده په کې  ديوې ټولنې دټولو افرادو حقوق خوندي اوساتلي دي ،کله چې داډول قوانين چې دټولنې دافرادو هيلې اوارادې تم ثيلوي په وجود راغلې نو ورسره جوخت بشري ټولنې دسوکالۍ او ښيرازۍ په لوري يون پيل کړ،انسانانو دادرک کړه چې له قوانينواو اصولو پرته انساني ژوند سوکالي او ښيرازي نه شي موندلی ،همدا لامل وو چې انسانانو خپلې غوښتنې ،هي� �ې اوارزوګانې دقوانينو په وضع کولو تطبيقولو اوهغوی ته په درناوي کولو کې بياموندې ،اوس که موږ اوتاسو وګورو چېرته چې په نړيواله سطحه قانون ته درناوی موجود دی نوهغه ټول ملتونه ښېرازه اوسوکاله دي .هغوی دولت دځان او ځان يې ددولت بللیيوه ملګري مې راته کيسه کوله چې تازه له هالينډه راغلۍ وو چې يوه ورځ مې دسفر پرمهال په ريل ګاډي کې په يوه ميرمن سترګې ولګيدې چې رنګ يې زېړاواولوتی مالوميده ،زه هم دې دنوموړي په اړه په فکرکې شوم ،فکر مې وکړ چې  ښکاري چې په کوم غټ جرم مرتکبه شوي اوغواړي چې ځان خلاص کړي  خوکله چې درېل ګادي تم ځای ته ورسيدو زه نوموړي ميرمن اوځينې نورې سوارلۍ له رېل ګاډي راښکته شوو څه ګورم چې نوموړي مير من درېل ګاډي دټيکټونودخرڅلاو ځای ته لاړه ټيکټ يې واخيست اوبېرته يې چيرې کړ ديادې شوي ميرمنې په داسې کولو سره مې انديښنې لاپسې پياوړي شوې فکر مې وکړ چې نوموړي ميرمن په کوم ډول رواني او روحي ناروغۍ اخته شوي ،هڅه مې وکړه چې دنوموړي ميرمنې سره دخپل انساني وس برابره همکاري وکړم ،نږدې ورغلم په ډېره نرمه لهجه مې ورڅخه وپوښتل چې کولای شم مرسته درسره وکړم ؟نوموړي ميرمنې راته وويل چې مننه کوم کوم ډول مرستې ته اړتيانه لرم ،ماورته وويل چې داسې ده نو لومړی داراته ووايه چې په رېل ګاډي کې دې ولې رنګ زېړاو الوتی وو ،دويم داچې ولې دې درېل ګاډي ټيکټ واخست اوبيادې څيري کړ نوم وړي ميرمنې خپله کيسه داسې پيل کړه کله چې مې په رېل ګاډي کې رنګ زېړ اوالوتی مالوميده نوهغه مهال ما درېل ګاډي ټيکټ نه وو کړی ويريدم هسې نه څوک رانه دټکټ دکولو پوښتنه وکړي او په دې تور تورنه نه شم چې دهېواد سره يې جفاکړي ،خپل ضمير او وجدان راباندې قاضيان وو،هغوی هره شيبه محاکمه کولم اوهمدا لامل وو چې رنګ مې زېړ وو ،مايې خبره پرې کړه اوپوښتنه مې ترې وکړه چې ټکټ دې ولې څيري کړنوموړي چې دامهال يې رنګ غوړيدلی اوپه شونډو يې مسکا را خوا� �ه وه ،وويل داځکه چې مادخپل هېواد پور ادا کړ ،ماورته وويل څه پروا کوي نه پوليسو ونيوې اونه هم بل چاداثابته کړه چې تاټکټ نه دی کړی ،موسکۍ شوه اوراته يې وويل چې دارښتياده چې زه چا په دې  جرم ګېره نه کړم خو هغه څه چې زه يې هره شيبه محاکمه کولم هغه هېوادنۍ مينه او دخپل ضميرله لوري شيبه په شيبه محاکمه وه که چېرې زماپه شان څو� �که کسان پيدا شي اوټکټ ونه کړي نو زمادهېواد او اولس بوديجې ته به په لکونو لکونو تاوان ورسيږي .ددې خبرو په اوريدوسره مې دفکر اوخيال مرغه وزرې دخپل درديدلي ،کړيدلي او ځوريدلي ملت ،خاورې او اولس ورپيدې فکر مې وکړ چې اياموږ په دا ډول احساس سمبال وګړي درلودلی شو له لږ ځنډ وروسته مې له ځانه سره وويل هو ،خو هغه مهال چې ددې ها� �ينډۍ ميرمنې په شان دهېواد مينه په سينه کې ولرو درنو لوستونکو :تاسو دنوموړي ميرمنې هېوادنی مينه او اح ساس وګوری اوبيادخپل هيواد په اړه ژور سوچ وکړی ،ډېر دافسوس ځای دی چې يوه ميرمن دخپل هېواد اوخلکو سره دومره ژوره مينه درلودلی شي خو زموږ دمليونونو انسانانو داحساس او مسووليت ښاپيرۍ همداسې په اوږده خوب ويده دي � �اشی لږ ځانونه دخپل ضمير ا ووجدان په محکمه کې محاکمه کړی اوبياکلک هوډ وکړی چې نوربه ددې ويده احساس دراويښو� �و په لارکې درنې او  جدي هڅې کوو ګورو چې يوه هالنډۍ ميرمن دهېواد بوديجې ته دوو روپيو تاوان په اساس دخپل ضمير او وجدان قاضي پسې اخيستي خوموږ دخپلو دوو افغانيو څخه دهېواد په لکونو پيسې قربانوو اوبياپه دې ډول ګټه افتخارهم  کاوو ،يوه بله خبره راياده شوه هغه هم ديوبل ملګري کيسه ده چې هغه هم په هالنډ کې اوسي نوموړی وايي چې يوه ورځ پياده په روان وم ،تر سترګو مې يولوکس اوعصري موټر راورسيد زماسره نږدې ودريداويوښکلی سړی چې عصري لباس يې په تن وو ترې راکوز شو جارويې راواخيسته او دسړک په جارو کولو يې پيل وکړ زه ددې سړي په ليدو هک پک حيران شوم ،چې دا عصري موټر اودا دښه لباس څښتن سړی او دسړک جارو کول ،ورنږدې شوم له ستړي مه شي وروسته مې ورڅ خه پوښتنه وکړه چې درس دې ويلی نوموړي له خندا په ډکه خوله راته وويل ،هو علمي رتبه مې پوهنوال دی زه يو ځل بيادحيرانتيا په ټال کې وزنګيدم له ځان سره مې وويل پدې پرمختللي هيواد کې پوهنوالي او دسړک جارو کول خو له دې سړي له شان سره نه ښايي ،غلي شان مې ورته وويل داکار خو ستاله شان سره نه ښايي پوهنوال صيب نېغ نېغ راوکتل له کتلو يې داسې مالوميده چې دقهر او عصې بلا پسې واخيست خو په پوره زغم يې له ماوپوښتل چې دکوم هېواد تبعه يې ؟ماو� �ته وويل چې په خټه افغانی يم خو اوس دهالنډ تابعيت هم لرم ،پوهنوال يوځل بياموسکی شو اوراته يې وويل چې دې بې ځايه غرور خو تردې ځايه رارسولي ياست او ځکه مو دومره پرمختګ کړی  ددې خبرې په اوريدا مې دخولې خوند يو څه بدل � �و ،غوښتل مې چې يوڅه ورته ووايم  خو بيامې فکر وکړ چې ښاغلی پوهنوال خو بده خبره ونه  کړه رښتياهم چې دخپل هېواد دسړکونو جارو کول دخپل ښار اوکور له پاکوالي بله مانانه لري ،سوچ مې وکړ چې رښتياهم دې هيوادني اح ساس اوژورې مينې داخلک دې ځاي ا و حالت ته رارسولي .درنو لوستونکو :تاسو په خپله په دې دواړو بېلګو کې دژور احساس اوژورې هيوادنی مينې کچه اندازه کړی اوبياهم دځان په اړه سوچ وکړۍرښتياهم چې قانون ته نه درناوی ،دهيوادني احساس اوميني کمزوري ،بي ځايه غرور او بې ځايه تربګنۍ ټول هغه څه دي چې موږ يې دنړۍ دمتمدن ښار له اوسيدو ليري ساتلي يو راځۍ چې نور په دې خاوره ،دې ملت ،اودې درديدلي هيواد دشفقت اوترحم لاسونه را تېر کړو ،دکرکې په ځای م ينه ،دبې قانونۍ پرځای قانون ،دجنګ پرځای سوله ،دځان پالنې پرځای هېواد پالنه او دبې عدالتی پرځای عدالت حاکم کړو ",قانونيت نېک مرغي ده ( د ميرولي جان لکڼوال لیکنه ) 5928,اسرار ، کابل,"  اسرار ، کابلکوکنار داسلام دمبارک دین له مخی حرام او ناروا ګڼل شوی دی او هغه څوک چی کوکنار کری، نور مخدره توکی تری جوړوی او یای تجارت کوی هغوی ټول ګنهګار دی. دا ګناه د اسلام دمبارک دین له مخی ټاکل شوی ده او همدارنګه دافغانستان داساسی قانون له مخی هم غیر قانونی ګرځیدلی دی او دقاچاق په نوم پیژندل کیږی. خو په اوسنی وخت کی په افغانستان کی قاچاق هغه مخدره توکی دی چی غریب او بی واسطی کسان یی تجارت کوی او هغه مخدره توکی چی دزورواکانو او واسطه لرونکو خلکو له خوا یی تجارت کیږی هغی ته په قانون کی هیڅ مشکل وجود نلری او هغوی کولای شی چی ددی لاری څخه پیسی په لاس � �اوړی دا ځکه چی په حکومت کی ځای لری. زما اصلی مطلب د کوکنارو دکرلو په باره کی دی. کرزی صاحب، وزیر صاحبان، دملګرو ملتونو معزز کارکوونکی او نور خارجی کمک کونکی ټول په یوه خوله وای چی د کوکنارو کرل غیر قانونی کا� �دی او اوس خو نوی فرمان دی چی په هره ولسوالۍ کی وکرل لمړی به دهغی ولسوالۍ محترم ولسوال صاحب او دامنیی محترم قوماندان صاحب له وظیفی څخه لیری کړل شی او که بیا یی هم مخه ونه نیول شوه نو بیا به د هغه ولایت محترم والی صاحب هم له وظیفی څخه لیری شی. خو یو بیچاره او بی کسه غریب بزګر چی یو جریب مځکه ولری او په کورکی اقلاً ۱۰ لس کسان مصرفوونکی ولری او دهمدغی مځکی څخه په غیر بله هیڅ کومه عایداتی منبع نلری. دپورته یادو شویو صاحبانو یی په هغه دهقان څه. ددوی  اولادونو ته خو دنوی ماډل موټر ولاړ دی او دخپلو اولادونو ته د لباس او خوړو دتیا� �ولو هیڅ کوم فکر ورسره نشته، هغه دهقان چی هر څه کوی خو باید ددغو جنابانو دچوکیو دساتلو لپاره کوکنار ونک� �ی، میډیا هره ورځ اعلانونه کوی چی بی حسابه ملیونونه ډالره دکوکنارو د کرلو دمخنیوی لپاره کمکونه کیږی خو دهقان ته یی بوی هم نه رسیږی دا ځکه چی د لوړ پوړو چارواکو اولادونو ته لا تر اوسه د۲۰۰۷ کال موټر ندی رسیدلی او نه یی دامریکا او اروپا دپوهنتونو څخه دلوړیو څوکیو لپاره دکتورا ګانی راوړی دی. او اوس خو یوه بله شیدی خوړونکی اداره پیدا شویده. چی نوم یی ورته ولسی جرګه ورکړی ده. محترم وکیل صاحبانو خو اوس خارجی ملکونه ولیدل چی خپلو خپلوانو ته یی د سیاسی پاسپورتونو دورکولو غوښتنه وکړه او کیدای شی چی په خارجی ملکونو کی دکورونو غوښتنه هم په دی نږدی  ورځو کی رامخی ته کړی. دا ځکه چی خلکو خودوی ته رایه ورکړیده او دوی تر دی مقام پوری � �ارسیدلی دی، ټولی پیسی چی د کمکونو په نوم راځی په همدی صاحبانو مصرف شی. دهقانان او نور غریب خلک که هر څه کوی  خپل کار یی دی، او باید خپله چاره په خپله وکړی خو د صاحب دچوکۍ دساتلو په منظور باید کوکنار ونکری، اوس دی دا صاحبان ووای چی هغوی څه وکړی دکمکونو پیسی خو اول ستاسی دی او که بیا چیرته دکومی موسسی او یا کوم � �رکت له خوا چیرته کار کیږی نو په هغی کی خو اول حق دپاکستانانو، هندیانو، ترکانو او نورو خارجی کارکوونکو دی او که هغه نه پیداکیږی نو بیا کوم یو افغان په کار ګمارل کیږی خو هغه به موقتی کار وی  که هروخت خارجی کا� �کوونکی پیدا شی نو بیا افغان حق نلری چی کار وکړی دا ځکه چی هغه په کار نه پوهیږی او باید چی تر اخره همداسی ناپوه پاتی شی، ګناه یی داده چی هغه غریب دی او باید همداسی غریب وی تر څو چی له دی دنیا څخه سترګی پټوی. نو ددی کارونو نتیجه داکیږی چی دطالبانو په نوم ترورستان هغوی ته پیسی ورکوی او ترورستی عملونه پری ترسره کوی. که چیرته دا غریب او  بی چاره خلک په کار وګمارل شی نو زما په ګمان چی دا به په امنیت راوستلو کی زیاته هم کاری وکړی، نو زه محترمو چارواکو څخه دا هیله کوم چی باید د عامو او غریبو خلکو مشکلات په نظر کی ونیسی او پدی باره کی باید جدی عمل وکړی چی له یوی خوا څخه دمملکت اقتصاد سره همکاری ده او له بله طرفه امنیت راوستلوکی هم ۹۹٪ فعاله ونډه لوبولای شی. وسلام ",دکوکنارو دکرلو مخنیوی او بهرنی کمکونه 5929,," د ټايلنډ پخوانى لومړى وزير ټاکسين شينوواټرا چې په يوه پوځي کودتا کې ګوښه شو ويلي دي خپل سياسي پروګرامونه به څرګند کړي. ټاکل شوې ده چې � �ينو واترا به له څه مودې وروسته بېرته بنکاک ته راوګرځي. د ټايلنډ د کودتا حکومت ويلي دي، چې شينوواترا بايد تر يوکال پورې، تر هغه وخته پورې چې ټاکنې تر سره کېږي په جلا وطنۍ کې و اوسي. شينو واترا په سپټمبر کې د ملګرو ملتونو د سازمان په عمومي غونډه کې د ګډون په موخه نيويارک ته تللى و، چې د دغه هېواد د ځواکونو د پوځي کودتا په ترڅ کې  له خپلې څوکۍ لرې کړاى شو. ",شينو واترا به له څه مودې وروسته بېرته بنکاک ته راوګرځي 5930,ميرويس جلالزى/كابل," ميرويس جلالزى/كابل د سرو بانجانو قورمه چې دوه كاله يې له ټاكل شوې مصرفې نېټې تېر شوې او د انرژۍ وركونكو پروتينو هغه بستې چې خرابې شوې نن په دې بازار كې پلورلو ته ايښودل � �وې دې. په دې ښار كې هيڅ افغان په دې نه پوهېږې چې د بدن د غړو لپاره د تقويه كونكو غوړو په څه ډول كار واخلې او هغه كريم چې په امريكا كې يې تورپوستان د خپل بدن د پوټكې د غوړولو لپاره استعمالوې څرنګه او د بدن په كومه برخه  وموښې. د جورج ډبليو بوش په دې بازار كي د بانجانو د قورمي نېټې ته څوك نه ګورې او په خوند_خوند يې بېله كومې وېري مصرفوې. دا بازار وروسته له هغه د امريكا د ولسمشر په نامه ونومول شو چي امريكايي ځواكونو په افغانستان له بريد وروسته په غټه شمېره تاريخ تېر خوراكي توكې دې هيواد ته له ځان سره راوړ� �. په دې خوراكي توكو كې د خوږو جوارو د دانو هغه قطۍ هم شاملي دي چي د امريكا د ټكزاس په ايالت كې يې بيه څلور امريكايې ډالرو ته رسېږې، په داسې حال كې چې په افغانستان كې يوازي په ۸۰ سينټه معامله كېږې. يو افغان ځوانكى چې په دې بازار كې په خرڅلاو بوخت دى خپلو مسلمانو پېرونكو (مشتريانو) ته سوګند يادوې چې له دې ډول غوښې چې ده تازه راوړې ګټه واخلې، ځكه بيه يې ۳۰ سينټه ده او په اصل كې هم حلاله ده، په داسې حال كې چې د غوښې په دې بستې په انګرېزي ژبه ليكل شوي چي دا د خوګ غوښه ده. هغه وايې دا بازار يوازي د بوش په نامه نومول شوى خو ټول هغه څه چې دلته خرڅېږې حلال دې. ""دا تور بازار ده"" نوموړى  وايې: دا بازار مخكې له دې د ۷ ستوري په نامه نومول كېده او يو وخت هم دلته يوازې څو زاړه او ړنګ دوكانونه وو چې خلګو به د تشنابونو په توګه ترېنه ګټه اخيسته. دا بازار د ځوانكې په وينا وروسته له هغه له داسې شر و شور څخه ډك شو، چې موږ څو تنو ملګرو وغوښتل ويجاړ دوكانونه ورغوو او پكې هغه امريكايې مواد خرڅلاو ته وړاندې كړو چې له امريكايانو پاتېږې او كله چې مو دا هيله پوره شوه  بازار مو جوړ او ژوندى كړ نو پرې مو  د بوش نوم كېښود. د دې بازار د پلورونكو له ډلې يو هم  ۱۳ كلن طارق عبدالله دى هغه وايې: "" بوش ډېر ښه سړى دى"" خلګ په افغانستان كې د هغه په بازار كي د خپل اړتيا وړ توكې په خورا ارزانه بيه تر لاسه كولاى شې"" په افغانستان كې  اوس د بوش له نوم سره ډېر خلګ اشنا دې. په اتيايمه ميلادې لسيزه كې، هغه وخت چې افغانستان د پخوانې شوروي د ځواكونو له خوا لاندي شوى وو، هغه وخت هم په افغانستان كي د بريژنيف په نامه ورته بازار موجود وو. بريژنيف يو له هغو كسانو وو چې د افغانستان د  اشغال امر يې صادر كړى وو. د بوش بازار د كابل ښار د يوه له ګڼي ګوڼې ډګ واټ  تر څنګ د جمهوري رياست  ماڼۍ په ۱۰۰ متري  واټن كې پروت دى . د دې بازار دوكانونه دېوالونه نه لري او له پورتنۍ برخې د ملګروملتونو د نښان په درلودنكو شنو او سپين رنګو ترپالونو پوښل شوى او ځمكه يې هم له ماتو شويو ډبرينو تختو جوړه شوې ده. ۶۲ كلن جمعه ګل چې يو وخت د افغانستان  د پوځ سرتېرى وو، د دې بازار د پلورونكو له ډلي بل تن دى. د هغه په وړاندې د لرګي په يوه كوچني مېز د ليمو، مڼو، آلوبالو، څو قطۍ وچ پوډر او د امريكايې پوځيانو څو جوړه زړې موزې ايښودل شوي دي. نوموړى وايې هيڅ كله يې هم د اسلام د دين مخالف خواړه (حرام خواړه) نه دې خرڅ كړې. محم دعمر د دې بازار له پېرونكو ځني يو دى، او د جمعه ګل له مېز څخه يو پلاستيكې پاكټ را پورته كوې او له جمعه ګل څخه پوښتې چې آيا په افغانستان كې د اناناس مېوه شنه كېږې؟ جمعه ګل ورته په ځواب كې وايې: نه! خو ډېره خوږه مېوه ده وايې خله! په داسې حال كې چې جمعه ګل او ځينې پلورونكي ټينګار كوې چې هېڅكله يې هم حرام خواړه نه دې خرڅ كړې، خو ځينې يې بيا دا منې چې په دې بازار كې يې په سلګونو قطۍ هغه خواړه په خپلو معامله دارانو خرڅ كړې چې پرې په انګريزې ژبه جمبلايا ليكل شوې وو. او جمبلايا هغه امريكايې خواړه دې چې په جوړښت كې يې د خوګ له غوښې هم كار اخيستل شوى. دا خواړه په افغانستان كې مېشت امريكايې سرتېري خوري ځكه ډېري پياوړې دې. د بوش په بازار كې ډېرى پېرونكې افغانان دې، خو په افغانستان كې ميشت بهرني وګړي هم په دې خبر دې چې په كابل كي د بوش په نامه يو بازار شتون لري او پكې به� �ني توكې خورا ارزانه پيدا كېږې. په دې بازار كي نن د كمپيوټرونو پرزې نه ليدل كېږي، ويل كېږې د روان ميلادي كال په پيل كې وروسته له هغه چې د امريكايي ځواكونو د بګرام له پوځې اډې د كمپيوټر برېښنايې ماغزه ورك شول نو امريكايي ځواكونو له دې س� �ه سم  له ټولو هغو بازارونو چې پكې امريكايي زاړه توكې خرڅول كېږې د كمپيوټرونو پرزې وپېرلې. تر څو خپل ورك شوي څيز ومومې په داسې حال كې چې د هغه له موندلو څخه تر اوسه هيڅ څرك نه دى لګېدلى. له دې پېښې وروسته دې بازارونو ته د كم يپوټرونو پرزي نه دې راوړل شوي، خو ځيني نور داسي امريكايي  شيان بازارونو ته راغلې چې د  افغانستان د وګړو  درد پرې دوا شي. يوه پلورنكي وويل: ما د خپلو وسايلو � �ه منځ نه يو د سونا ګرځنده حمام خپل كور ته وړى تر څو له هغه څخه ګټه واخلم او د خپل بدن وزن پرې كم كړم. هغه وايې چې دا ګرځنده حمام په برېښنا چلېږې او زه يوازې هغه وخت له دې حمام څخه ګټه اخلم چې برېښنا ولرو او بس. د امريكا د ولسمشر په نامه نومول شوى دا بازار دقيقاً د كلتوري ټكرونو يو مركز دى، خو خوشالي دلته ده چې ډېرى افغانان په انګريزي ژبه نه پوهېږې او ځينې چې پرې پوهېږي بيا د لوېديځوالو له ژوندانه خوند اخلې. د پلازمېنې كابل په زړه كې د امريكايې بوش په نامه د دې افغاني بازار په ځينو هټيو كې يو ډول مخصوص كريم چې په امريكا كې د ښځو د بدن د غړو په پړسولو كې كارول كېږې هم د خرڅلاو � �پاره ايښودل شوي دې. دا كريم ( يلشاباى بريسټ بيوټيفاينګ تريژر) نومېږي . دوكاندارن يوازي دومره پوهېږي چي دا كريم امريكايې دې او په دې نه دې خبر چې دا د څه لپاره كارول كېږې. ۴۵ كلن ظفر شاه چې خپله يوه پښه يې د ماين په چاودنې كې له لاسه وركړې وويل: نه پوهېږې چې دا كريم د څه شې � �پاره دې؟ خو پېرونكې يې په ډېره خوښې او لېوالتيا اخلې او داسې ورځې خو هم كله_كله راځې چې دا ډول كريم په بشپړه توګه په بازار كې ورك  شي. كله چې مو له ظفر شاه څخه وپوښتل ولي دا كريم له دې بازار څخه وركيېږ ې. هغه وويل: زورو� �ه!  پېريان خو يې نه وړې همدا د كابل ځوانان يې وړې.   ",په كابل كي د بوش په نامه د كلتورونو د يرغل بازار 5931,," عبدالله پتمن/كابل د امريکا سنا مجلس د رايو په اکثريت سره د هند او امريکا تر منځ د اټومې پروگرام تړون تصويب كړ. دغه تړون ته د پنجشنبې په ورځ د جمهوريت غوښتونکو او ديموکراتو سناتورانو ۸۵ مثبتې او دوولس مخالفې رايې ورکړې. هند او ام� �يکې يو کال وړاندې د دغه تړون د لاسليک په اړه خبرې اترې کړې وي. د امريکې سنا مجلس د لس ساعته خبرو اترو وروسته دغه تړون د رايې لپاره وړاندې کړ. د امريکا د سنا مجلس د دغه تړون د من� �و وروسته امريکا دغه هيواد د يو اټومې طاقت په توگه ومانه. رايې ورکونکو سناتورانو دا گام د دواړو هېوادونو ت� �منځ د ژورو اړيکو په لرلو سره يو تاريخي کار وباله. خومخالفو سناتورانو وويل دغه تړون په نړۍ کې د اټومې پروگ� �ام د نه پراختيا په هڅو باندې منفې تاثير کوي. او دا يې يوه تيروتنه او د نړۍ لپاره د اندېښنې وړ وباله. او زياته يې کړه چې په داسې حال کې چې نړۍ د شمالې کوريا او اېران د اټومې پروگرام د شخړې سره مخامخ ده امريکا د هند په څېر هيواد سره داسې تړون نړۍ ته يو ښه زېرۍ نه دى. د دغه تړون له مخې به هند د امريکا اټومې ټيکنالوجې ته لاس رسې پيدا کړې او خپل اټومې پروگرام به د نړيوال اټومې څارونکو پر مخ پرانيزې. دغه تړون له مخې هند به په راتلونکې کې اټومې چاودنې نه کوې او که ترسره يې کړي نو دا به له دغه تړون څخه سرغړونه وي. د دغه تړون له مخې هند به امريکا ته دا باور ورکوې چې اټومې پروگرام به نه خپروې او که خپور يې کړ نو دغه تړون به له منځه ځي. اودا باور به هم ترلاسه  کوي چې هند دغه اټومې پروگرام د سولې او سوند لپاره په کار وړې او د پوځ لپاره به يې نه استعمالوي. ",د هند او امريكا ترمنځ د اټومي پروګرام تړون تصويب شو 5932,," عبدالله پتمن/كابل د پوليسو د يوه مشر کرامت خان په وينا دغه پېښه نن سهار د پشتخرې د پوليس مرکز ته څرمه رامنځته شوه. چې خپله ځانمرگى په کې وژل شوى او ۲ تنه پوليس هم په کې ټپيان شوې دي. نوموړې د پوليسو روغتيايې حالت ښه وښود. د پېښې اصلې لامل نه دى څرگند شوى. په پېښور او شاوخوا سيمو کې د تېرو څو مياشتو راهيسې په بېلا بېلو پېښو کې شاوخوا ۲۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى. ",په پېښور کې د ځانمرگې بريد له امله يو تن مړ او ۲ ټپيان شول 5933,," عبدالله پتمن/كابل دا چاودنه د لاهور ښار د قذافې لوبغالې ته نږدې رامنځته شوه چې دوه تنه يې ووژل او۱۴ نور يې ټپيان کړل. ټپيان ټول نږدې روغتون ته ليږدول شوې. د پوليسو په وينا د دوه تنو � �وغتيايې حالت د اندېښنې وړ دى. پوليسو وايې دغه چاودنه د موټرو له يوه تم ځاى سره په يوه کثافت دانۍ کې ځاى پر ځاى � �وى وو. ",نن غرمه په پاکستان کې دوهمه چاودنه هم ترسره شوه 5934,محمود نظری,"   د زهروغوړپ     بوش د سپیني ماڼۍ مخکي چمن کي پتاوی ته د څو نفرو ، نوروچې نشه پراته وه په منځ کي د ونو شنه دیواله ته ډډه وهلی خوابدی ټیټه غاړه  ناست وو یوبوتل او پیک یې مخ ته پروت وود ځان سره لګیاه وو او خپل پیک ته یې  په ځیرځیرکتل . دغه مهال  کرزی راغی او د بوش په دی  بدحالت  یې اوښکې له ست� �ګو توی شوې  هغه ته به ګونډو کیناست لاس یې په غاړه کي ورواچوی   او د هغه به سلامتی یې د هغه مخ ته ایښوول شوی پیک یې د هغه سره د غم شریکی په پار په سر پورته کړ هغه ته یې وویل: ته ولی دومره خپه یې؟ ! اخیر خبره څه ده؟! بوش ورته وویل : ما پریږدی چي خپل غم خپله وګالم پخوا به چي په رسنیوکي دکلنټن اومونیکا د عشق کسیه توده � �وه کلنټن به یو راکت پر افغانستان  او یوپر عراق وغورځوی نو  اصلی خبره به ورکه شوه  او ټولو  به پرهغه چکچکی کولې .ما ویل راشه ته  دا  دواړه ځایونه ونیسه چې خلک نوری خبری هیری کړی خو ... خو ای ای پیسې ولاړې، نوم ولاړی  یرغل ګر شو، عسکر ولاړه  په زر هاو مړه شوه. د بلی دوره مابینی ټاکنی می هم بایلی د ډالر بیه د م ځکی سره وموښتله.... ای ای  د سترګو نه یې لکه تمساح اوښکې توی � �وی  کرزی د چپنی په لستوڼی د هغه اوښکې او پزه ور پاکه کړه بوش ورته وویل: مه کوه!  ما کوه !خپل یونیفورم مه  خراب وه ! کرزی ورته وویل:  دا یې لستوڼی  دی فرق نه کوی چې چوڼ چوڼ شی بیا یې لکه نه مالومیږی. بیاد سپيني ماڼۍ له ور نه دعراق صدراعظم رامالوم شو  بوش  د بوتل نه نور پاته دارو په ګیلاس کی واچوله صدراعظم سلام واچوه .بوش د سر په اشاره سلام علیک کړ هغه چې دوی په دې اکر کي ولیدل د غم شریکی دپاره یې د ا پیک  هغه به سر پورته کړ.  بوش ناری کړه ولی  ما  نه پریږی  ځان مړ کوم! زه نوره حوصله نه لرم  تاسو می اوس مړینی ته هم نه پریږدی چې زه ځان ته زهر واچوم یو راشی بل راشی هغه نوشجان کړی څه مفت خو نه دی  د زهرو بوتل مو را خالی کړڅو ځله یې سترګی ورپو� �ی   له ځایه ولاړ شو په غوسه خپل دوتر ته  ننوت او د ویسکی بوتل یې د دوستانو د غم د هیرولو لپاره په سر پورته کړ",د زهروغوړپ 5935,ژباړن: سلېمان جالب," ليكوال: كانديد اكاډم ېسين محمداعظم سيستانى ژباړن: سلېم ان جالب   استاد كانديد اكاډمېسين محمداعظم سيستانى يو له هغو ويښو او باضميرو افغان ليكوالو څخه دى، چي كه څه هم له هيواده بهر دى خو د افغانستان حالات له نيژدې څاري، او وخت پر وخت د ځينو ملي مسايلو په اړه خپلي ليكني په انټرنيټ او ځينو چاپي خپرونو كي خپ� �وي. داچي اوس_اوس افغان حكومت او پاكستان د امريكا په غوښتنه د افغانستان له وروستيو ناكراريو څخه د وتلو په اړه د پولي د دواړو غاړو له قومونو څخه د يوې ګډې جرګې د جوړېدو تكل كړى دى، استاد سيستاني په دې ليكنه كي د دې جرګو د پايلو په اړه ژور تحليل كړى دى. استاد دغه ليكنه په دري ژبه كړې او په ټول افغان ويبپاڼه كي خپره شوې وه، ما چي هلته ولوسته د ژباړي فكر يې را پيدا سو، چي دا دى له ټول افغان ويبپاڼي څخه په مننه يې د بېنوا ويبپاڼي له لاري له هغو لوستونكو سره شريكوم، چي يا يې په دري ژبه نه وي لوستې او يا يې � �وستل ورته ګران وي. (ژباړن)   پي� �: زموږ د هيواد په تاريخ كي چي به هر وخت سياسي او ټولنيزه اوضاع څپڅپانده سوه، يا به مو ملي حاكميت د بهرنيو او كورنيو عواملو پر بنسټ له ګواښ سره مخ سو، نو حكومت به لويه جرګه جوړول. په هغو خطرناكو حالاتو كي به لويي جرګې تصميم نيوئ، چي دولت له روان بحران څخه د وتلو په لاره كي څه وكړي او څه نه؟ اوس هم د پاكستان بې شرمانه لاسوهنو د هيواد د امنيت وضعيت داسي يوه حالت ته رسولى، چي دولت ته ښايي لويه جرګه جوړه كړي، خپلي ستونزي ورته وړاندي كړي او له ستونزو څخه د وتلو لار ولټوي. خو مخكي له دې چي افغان حكومت په دې كار لاس پوري كړي، د امريكا ولسمشر جارج ډبليو بوش يې خبره راپورته كړه. د جرګې د جوړېدو خبره د بوش په هغه ماښامنۍ مېلمستيا كي راپورته سوه، چي د ولسمشر كرزي په وياړ يې په سپينه ماڼۍ كي جوړه كړې وه. د افغانستان د ولسمشر كرزي د زړه د دردونو له اورېدو او هغو ته د مشرف له ځوابونو وروسته بوش د دې ستونزو د اواري غوښتنه د پولي د دواړو خواوو د قومونو له خوا د جرګې په جوړېدو وكړه. اصلي خبره خو دلته ده چي مشرف امريكا مخكي لا پوهولې وه، چي په افغانستان كي پر بهرنيو ځواكونو د بريدونو د راكمولو په موخه دي د دواړو خواوو له قومونو څخه ګډه جرګه جوړه سي، چي ښايي په دې � �ول په افغانستان كي د امريكايي او ناټو ځواكونو د مرګ ژوبلي مخنيوى وسي. دغه ځاى دى چي بوش او رمزفيلډ د يوې داسي جرګې له جوړولو سره خپله لېوالتيا وښوده او له ولسمشر كرزي څخه يې وغوښتل چي د جوړولو په موخه يې لاس په كار سي. په كابل كي د مشرف خبرو، وروسته په بلجيم كي د ناټو سازمان غونډي ته د مشرف وينا، همداسي په ملګرومتلونو او د امريكا له CNN ټلوېزوني شبكې سره په مركه كي هغه طالبان ډېر خطرناك وګڼل. د اروپايي ټولني مشران او په ځانګړې توګه ام� �يكا له تروريزم سره د مبارزې غوښتونكي دي، دا چي د طالبانو جيلب د پاكستان په لاس كي دى، نو مشرف غوښتل نړيوا� �ي ټولني ته څرګنده كړي چي بېله د پاكستان له همكارۍ هغوى هيڅكله هم د طالبانو او القاعدې د ځپلو تر عهدې نه سي وتلاى. دغه علت دى چي لوېديځ بايد په دې مبارزه كي د مشرف پر همكاريو حساب وكړي او پاكستان ته ځيني امتيازات په نظر كي ولري. په عين وخت كي مشرف غوښتل خپل ولس ته وښيي چي دى يو خپلواك مشر دى، م ستقلي خبري كوي او بېله د پاكستان له ملي ګټو د امريكا په شمول د هيڅ يوه هيواد پروا نه لري. چي له دې څخه يې م وخه د راتلونكي كال د انتخاباتو د ګټلو په خاطر د پاكستاني ولس د ملاتړ ترلاسه كول وو. همدا علت وو چي اروپا او امريكا ته تر تګ وړاندي يې د شمالي وزيرستان له قبايلو سره سوله ييز تړون � �اسليك كړ، له شمالي وزيرستان څخه يې خپل پوځيان پرشا كړل او د افغان حكومت مخالفانو ته يې د نورو بريدونو زمينه برابره كړه. بېله شكه تر هغه تړون وروسته موږ په كندهار، هلمند، كنړ او نورو سيمو كي پر افغان او ناټو ځواكونو د بريدونو د ډېرېدو شاهدان يو. او وينو چي طالبانو هم د درنو تلفاتو په منلو پر ناټو او امريكايي ځواكونو خپلو سختو يرغلونو ته اوږه وركړې ده. او ورځ تر بلي ډېر له امريكايي عسكرو څخه خپل انتقام اخ� �ي. رمزفلډ او د هغه په ټينګار د امريكا ولسمشر بوش د پښتنو دوديزي جرګې ته د احترام په خاطر له مشرف او حامد كرزي څخه وغوښتل چي د پولي د دواړو غاړو له قومونو څخه يوه ګډه جرګه جوړه كړي. ښكاره خبره ده چي د جرګې جوړېدل او له دې لاري د ستونزو اوارى د يوه لوېديځ سياستوال له نظره ډېره وروسته پاته عمليه ده، خو څه پېښه ده چي هغوى وروسته له پنځو كالو پرله پسې بمباريو چي د طالبانو پر مورچو يې كولې او د ډېرو بېګناه ولسي كسانو او پښتنو ويني يې توى كړې، اوس د جرګې جوړېدو ته حاضر سول؟ او هغه څه ته تن وركوي چي تر پرونه په هيڅ ډول ارزښت ورته قايل نه وه؟ د دې ستونزي علت بايد په افغانستان كي د ناټو او امريكايي ځواكونو په ډېرېدونكو تلفاتو او د افغانستان او عراق په اړه د رمزفيلډ په غلط سياست كي ولټول سي. رمزفيلډ فكر كاوه چي د ۷۰ ميليونو ډالرو په بدل كي يې شمالي ټلواله رانيول او د طالبانو په وړاندي يې د امريكايي ځواكونو په خدمت كي ودرول، اوس كولاى سي له شمال ټلوالي سره په همكارۍ د طالبانو د لټون په بانه نوري پښتني قبيلې هم وټكوي او د هندوكش په شمال كي يې له خپلو اصلي استوګنځايونو څخه تېښتي ته مجبور كړي، وروسته د هندوكش په جنوب كي پښتانه قومونه تر بريد لاندي ونيسي او په دې ډول يې بې چون او چرا خپل ځان ته تسليم كړي. خو د شمال ټلوالي په ملګرۍ او له ټولو عصري جنګي وسايلو سره_سره د ام� �يكايانو له پنځه كلنو وسله والو وژنو وروسته، رمزفيلډ او د هغه همفكرو ته جوته سوه، چي هغه لاره چي ده او د ده مشاورانو د طالبانو د له منځه وړلو په بانه چي اصلي موخه يې د پښتنو ټكول او كمزورى كول دي، انتخاب كړې وه سمه نه ده. د دې لاري ناسموالى خو هغه ورځ څرګند سو، چي د طالبانو د سقوط په ورځ د ام� �يكا له ادعا خلاف كابل غير پوځي پاته نه سو او د شمال ټلوالي ونيوى، هغوى چي له ايډيولوژيك پلوه له طالبانو س� �ه هيڅ توپير نه لري، اول زور يې تر كابل ښاريانو وكيښ. چور، چپاول، د خلكو پر ما� �ونو او شتمنيو تېرى، د شخصي جايدادونو غصب، له خلكو څخه د باج اخيستو په موخه د هغوى د ماشومانو تښتونه، د كوكنارو كښت او قاچاق ټول د شمال ټلوالي له كارنامو څخه دي. دې ورځ تر بلي خرابېدونكي ح الت خلك له نوي حكومت، چارواكو، د هغوى له نړيوالو ملاتړو او زلمي خليلزاد څخه متنفر كړل، او د طالبانو په فكر كي يې واچول. هغه كسان چي مالونه او ناموسونه يې د شمال ايتلاف له خوا لوټ سوي وه، د انتقام په موخه د طالبانو � �ه جبهو سره يو ځاى سول، چي ښايي اوس به يې وسلې پر اوږو وي او د آيساف له ځواكونو سره به جنګېږي. د طالبانو تر ماتي وروسته چي ۸۰۰۰ طالب جنګيالي له جنرال دوستم سره بنديان سوه، د امريكا د دفاع وزير رمزفيلډ له خولې خبر وركړل سو، چي امريكا د طالب جنګياليو له خوشي كېدو سره هيڅ دلچسپي نه لري، د رمزفيلډ دا خبره وه چي جنرال دوستم هم طالب بنديان په كانتينرونو كي واچول، له هوا او اوبو څخه يې محروم كړل، وروسته يې پر هر كانتينر په سلګونو مرمۍ وكارولې، چي له مزار څخه په هماغو كانتينرونو كي د شبرغان تر ليلى دښت پوري څ وك مړه او څوك نيم ژواندي ورسېدل او هلته يې په ډله ييزه توګه تر خاورو لاندي كړل. خو هغه طالبان چي له مزارشريف څخه د ګوانتانامو زندان ته ولېږل سوه، هلته ډول_ډول شكنجې او عذابونه ورباندي تېر سوه، او وروسته يې ځيني بېګناه كسان خوشي سول او خپلو كورونو ته وګرځېدل، طبعاٌ به يې خپلو كورنيو او دوستانو ته خپل د سترګو ليدلى حال او ظلمونه بيان كړي وي، او كه يې له هغوى څخه ځيني د طالبانو په صفونو كي درېدلي وي، بېله شكه چي دا ځل به تر پخوا په ټينګ عزم له دولت او امريكا سره جنګېږي. د ګوانتانامو د زندان او له بنديانو سره د امريكايي سرتېرو د چلند په اړه چي په اروپا كي ځيني مستند فلمونه بازار ته وړاندي سوي دي، يو يې Road to Gvantanamo  يا د ګونتانامو لاره نومېږي. دا فلم د يوه پاكستاني الاصله انګريزي ځوان برخليك بيانوي، چي له انګلستان څخه د واده كولو په نيت پاكستان ته ځي، هلته له افغانستان څخه د ليدلو هوس ور ولاړېږي او له دوو درو نورو ځوانانو سره افغانستان ته ځي، خو خپل برخليك يې د شمالي ټلوالي تر بنده رسوي، په بند كي يوازي په دې خاطر ژوندى پاتېږي چي انګرېزي ژبه يې زده وي، وروسته يې د ګوانتانامو زندان ته استوي، څو كاله په ډول_ډول فزيكي او اروايي شكنجو كي تېروي، وروسته خوشي كېږي او انګلستان ته سپارل كېږي، او بيا دوهم ځل په پاكستان كي خپلي كورنۍ ته ورځي او هلته واده كوي. دا فلم چي بېله د واده له پاتي برخي، په درو صحنو كي مستند جوړ سوى دى، ليدونكى � �ېر ژر تر خپل تاثير لاندي راولي او له امريكايانو څخه يې د نفرت حس راپاروي. په هر ح ال د دوو لويو جرګو جوړېدل، د نوي اساسي قانون تصويبېدل، د ولسمشرۍ او ولسي جرګې له پاره انتخابات ټول مثبت پ� �مختګونه وو. خو ادارې فساد او د رشوت اخيستل، د مظلومانو آه نه اورېدل، د بشري حقونو د سرغړوونكو او جنايتكا� �انو نه محاكمه كېدل، د خلكو په ژوند كي د يوه محسوس بدلون نه راتګ، د دولتي كاركوونكو او هيواد ته د بيرته � �استنو سويو بېكارانو لښكر، او د شمال ټلوالي تر لاس لاندي د ۱۸۰۰وسله والو ډلو۲۵۰۰۰ كسان، د هغوى په ترلاس � �اندي سيمو كي د كوكنارو كښت او قاچاق او د دوى ترمنځ وسله والي نښتي چي د هيواد په ځينو سيمو كي رامنځته كېږي، د مركز په شمول په جنوبي ولايتونو كي د طالب جنګياليو بيرته راپورته كېدل، ټول نه يوازي د ځينو وروسته پاته و� �ايتونو د بيا رغوني او تعليمي نظام خنډ ګرځېدلي دي، بلكي د كرزي له دولت څخه د خلكو د مايوسۍ او د هغه له لوى م� �اتړي امريكا څخه د ليري والي سبب هم دى. له دې ستونزو څخه د وتلو په خاطر اوس افغان دولت د خپل سياسي او اقتصادي ملاتړي امريكا په غوښتنه هڅه كوي چي د پولي د دواړو غاړو له قومونو څخه يوه ګډه جرګه جوړه كړي. د دې ليكني په باور دا كار د پاكستاني دولت يو بل سياسي دام دى. داسي يو دام چي غواړي په يوه تېغ دوې نښي وولي، يو دا چي دې جرګې ته د قبايلو د جلب په خاطر له امريكا څخه پيسې او امتيازات واخلي، او بل دا چي له افغانستان څخه د ډيورنډ كرښي د رسميت پېژندلو امتياز ترلاسه كړي. دا چي د جرګې خبره پاكستان راپورته كړې ده، ښايي د لوبي د ګټلو له پاره يې هر ډول چالونه سنجولي وي. او پاكستان غواړي يو ځل بيا د ISI رول او تاثير د جهادي ګوندونو پر مشرانو، د شمالي وزيرستان پر قبايلي مشرانو او د پولي د دې خوا پر پخوانيو جهادي قومندانانو و ازمايي، دمخه خو يې پر كابل ښار په لسګونو زره راكټونه وتوغول او كابل ښار يې په كنډواله بدل كړ، ملي پوځ يې له منځه يووړ، دا ځل غواړي د ډيورنډ كرښي د رسميت پېژندلو ګټه ترلاسه كړي، او د پښتني ټولني نيمه برخه د خپلي مور له وجود څخه جلا كړي او بيا مو پر زخمونو مالګه ودوړوي. د يوه افغان په حيث زما لويه اندېښنه په دې جرګه كي د افغان جهادي ګوندونو د مشرانو له ګډون څخه ده. د پخوانيو اوو جهادي ګوندونو مشرانو پخوا په پاكستان كي خپل مركزونه لرلي دي، ټوله بېله استثنا د پاكستان په استخباراتي شبكه ISI كي رجستر سوي دي او په مقابل كي يې آى ايس آى ته تعهدونه وركړي دي، نو څرګنده خبره ده هغوى د خپل هيواد افغانستان تر ګټو د پاكستان د ګټو مدافع دي. په دې هم پوهېږو چي د جهادي ګوندونو مشران په پاكستان كي ماڼياني او بانكي حسابونه لري او پاكستان خپل دوهم هيواد ګڼي، نو هغوى كله كولاى سي چي د پاكستان له ګټو خلاف يو حرف ترخوله وباسي، او له خپل ګليم څخه پښه خلاصه كړي. خو كه داسي وكړي نو په پاكستان كي به له خپلو بانكي حسابونو، منقولو او غير منقو� �و ملكيتونو څخه بې برخي سي، په داسي حال كي چي دغو كسانو د وطندوستۍ ازموينه افغان ولس ته ډېر پخوا وركړې ده، نو هغه وخت ته پام سره بېله شكه چي د افغانستان ملي ګټي به د پاكستان تر ګټو جار كړي. هغوى له ۱۹۹۲- ۱۹۹۶واك ته تر رسېدو وروسته نه يوازي د پاكستان د آى ايس آى په غوښتنه د كابل ښار په كنډواله واړاوه، بلكي د خپل هيواد ټول اقتصادي بنسټونه يې هم له منځه يووړه، حتى د كابل ملي بسونه او زغره وال ټانكونه يې هم پر پاكستان د اوسپني په نرخ خرڅ كړه. او په دې اوو رهبرانو كي يوه هم د دې تباهۍ او ورانۍ مخينوى ونكړ. اوس هم هماغه د پاكستان په لاس د جوړو سوو ګوندونو مشران د افغان ملت په استازيتوب په دې جرګه كي ځاى نيسي او لومړنۍ فيصله به يې له پاكستان سره د ډيورنډ كرښه د پاكستان په ګټه په رسميت پېژندل وي. ډيورنډ كرښه به هم په اوسنۍ بڼه په رسميت وپېژني، په داسي حال كي چي د افغانستان ځيني سيمي د پاكستاني پوځيانو له خوا اشغال سوي دي او موږ تاسو ټول د راډيو ګانو او رسنيو له خوا خبر يو، چي د پاكستان پوځ په ځينو ځايونو كي له ۳۰ څخه تر ۴۰ كيلومتره د افغانستان خواته راتېر سوى دى او سرحدي نښي يې په اغزن تار د ځان له پاره ټاكلي دي. د پاكستان حكومت د امريكا په مشرۍ له تروريزم سره د مبارزې له ايتلاف سره په همږغۍ، له هماغه پيله په دې هڅه كي وو چي د قبايلي سيمو ځيني مشران تطميع او تېرباسي، چي كه احياناً يوه ورځ � �ه خلكو پوښتنه وسي چي له پاكستان سره د افغانستان پوله چيري وه؟ هغوى به د هغو م ادياتو په خاطر چي له پاكستان څخه يې ترلاسه كړي دي او يا به يې ترلاسه كړي، ووايي چي له پلاني كلي تر پلاني پوري، يا له هغه كارېز څخه تر دې كاريزه. او يا هغه نقطه ده چي پاكستاني پوځيان ورباندي ځاى پر ځاى دي. څو كاله مخكي يوه اوازه ولوېده، چي د رباني د حكومت پر وخت د ډيورنډ كرښي ټولي نقشې او اسناد د افغانستان له بهرنيو چارو وزارت څخه غلا سوي دي او د پاكستاني چارواكو په اختيار كي وركړل سوي دي او اوس داسي يوه نقشه چي له پاكستان سره پوله وښيي، د افغان دولت په اختيار كي نسته. نو كه دا اوازه رښتيا وي، د افغانستان حكومت څنګه كولاى سي چي لږ تر لږه پر هغه پوله باندي موافقه وكړي چي د افغانستان پارلمان يې له مخي په ۱۹۴۹ كال د ډيورنډ كرښي د لغوه كېدو تصميم نيولى وو، او هغه خط د دواړو هيوادونو برتانوي هند او افغانستان ترمنځ په رسميت پېژندل سوى وو؟ د افغانانو په اند په جوړېدونكې جرګه كي كېدونكى بحث بايد يوازي په افغانستان كي د ثبات او امنيت پر ټينګښت را وچورلي، او له پاكستان او د قبايلو له م شرانو څخه وغواړي چي د طالبانو له ملاتړ، روزني او دلته د هغوى له را اوښتو مخنيوى وكړي، او پر افغان او ناټو ځواكونو له ځانمرګو بريدونو څخه ډډه وكړي. خو آيا موږ له دې جرګې څخه د داسي يوه تړون هيله لرلاى سو؟ فكر كوم هيڅكله نه، ځكه پاكستان او د هغه هيواد پوځي استخبارات نه غواړي افغانستان له امنيت او ثبات څخه ب� �خمن سي، چي له امله يې پر يوه مخ د بيا رغوني چارو ته فارغ سي. او هغه هم په داسي يوه حالت كي چي د دواړو هيوادونو ترمنځ تاوتريخوالى تر بل هر وخت ډېر سوى دى. ښايي پاكستان په افغانستان كي د امنيت او ثبات د ټينګښت په بهانه د ډيورنډ كرښي د رسميت پېژندلو موضوع د يوه اساسي شرط په توګه رامنځته كړي، خو كه د هغوى دا شرط ومنل سي، ښايي بيا هم هغه آش هغه كاسه وي. او هغه وخت به نو د پاكستان لاسوهني او د طالب ياغيانو تجهيز او روزنه د افغانستان په داخل كي له سره شروع سي. دا هم له احتماله ليري نه ده، چي د پولي د ها خوا د جرګې د غړو له خوا داسي يو وړانديز او پرېكړه وسي، چي افغانستان يو اسلامي هيواد دى او د نا مسلمانو هيوادونو له خوا نيول سوى د� �، د جګړې د مخنيوي او د پاكستان او طالبانو د مداخلي د مخنيوي په خاطر بايد نړيوال ځواكونه د څو مياشتو په ترڅ كي له افغانستان څخه ووزي. خو آيا داسي يوه پرېكړه به د افغانستان حكومت او امريكا ته د منلو وړ وي؟ څرګنده خبره ده چي داسي يوه فيصله به هغوى ونه مني، نو بيا به هماغه پخوانۍ كيسې له سره راونيول سي. معنى دا چي له پاكستان څخه به طالبان را اوړي، د ناټو ځواكونو بمبارۍ به رواني وي او په ترڅ كي به يې بېګناه افغانانان وژل كېږي. نو دې ټولو ستونزو ته په پام سره د ستونزي د حل يوازينۍ لاره هغه ده، چي ولسمشر كرزي ناټو او نړيوالو ته وړانديز كړې وه. كرزى چي د مشرف د خبرو په موخه پوهېدلى وو، په ډېره زړورتيا يې د ملګرو ملتونو په غونډه او كاناډا كي وويل چي پر تروريزم باندي د برياليتوب له پاره بايد د هغوى روزنځايونه له منځه يووړل سي. كرزي له نړيوالي ټولني وغوښتل چي خپله ټوله هڅه په دې لاره كي په كار واچوي، كه داسي ونكړي نو د افغانستان په جنوب كي د بېګناه كسانو پر كورونو بمونه اورول بېله دې چي خلك له نړيوالي ټولني او امريكا څخه متنفره كړي بله پايله نه ل� �ي. له دې خبرو څخه د ولسمشر كرزي موخه پر پاكستان د امريكا او اروپا له خوا د فشار اچول دي، چي دغه هيواد په خپله خاوره كي د مذهبي تندلارو روزنځايونه له منځه يوسي. يو وخت د امريكا د باندنيو چارو پخواني مرستيال وزير ښاغلي ريچارډ ارميتاژ پاكستان ته ګواښ كړى وو، چي كه له امريكا سره د تروريستي ډلو په له منځه وړلو او ځپلو كي مرسته ونكړي، امريكا به دغه هيواد هم په نښه كړي. د دغه امريكايي چارواكي ګواښ وو، چي پاكستان دوه م خي رول ته لاس واچاوه، له يوې خوا يې له تروريزم ضد ايتلاف سره همكاري پيل كړه او له بلي خوا يې طالبان په دې م وخه د خپل استخباراتي سازمان آى ايس آى تر چتر لاندي ونيول، چي د اړتيا پر وخت د افغانستان په بې ثباتۍ كي كار ځني واخلي. افغانستان چي له هماغه پيله د پاكستان په دې موخه پوهېدلى وو، څو ځله يې دغه حقيقت د امريكايي چا� �واكو تر غوږه ورساوه، خو امريكايانو د افغان حكومت سورنا ته غوږ نه نياوه يا دا چي پوهېدل خو سر يې نه خ� �اصاوه.   پاكستان د طالبانو ملاتړى او د تروريستانو پلورنځى: څه وخت مخكي BBC په افغانستان كي د نا امنيو د ډېروالي په اړه يو راپور خپور كړ، چي پكښي ويل سوي وه ISI په پاكستان كي دننه يو بېل حكومت دى. او ويې ويل چي د انګلستان چاپ هرالډ ټربيون ورځپاڼي د ۲۰۰۶م كال د مې د ۲۵ مي په ګڼه كي د افغانستان په بې ثباتۍ او نا امنۍ كي د پاكستان د آى ايس آى شبكې پر � �ول مقاله خپره كړې ده. د دې مقالې ليكوال د استراليا پوهنتون د سياسي علومو استاد او د اسلامي مطالعاتو د م� �كز رئيس امين صيقل وو، نوموړى ليكي په دې وروستيو كي د افغانستان د حكومت د مخالفانو ډېروالي په دې هيواد كي د سولي ټينګښت له جدي ګواښ سره مخ كړى دى، د لوېديځو استخباراتو تحليل ګران په دې عقيده دي چي د پاكستان له ملاتړ او اجازې پرته طالبانو هيڅكله نه سواى كولاى چي په اوسنۍ بڼه منسجم او پياوړي سي، او له افغان او ايتلافي ځواكونو سره د مقابلې توان ترلاسه كړي. ليكوال ټينګار كوي چي كه څه هم د پاكستان ولسمشر پروېز مشرف په افغانستان كي نه مداخلې ته ژمن وي، خو هيڅكله نه سي ويلاى چي د دې هيواد استخبارات او بنسټپال اسلامي ګوندونه دغه تعهد مراعتوي. د مقالې ليكوال د آى ايس آى شبكه په پاكستان كي يو بېل دولت ګڼي او وايي پاكستان په دې باور دى چي كه ژر وي كه وروسته، خو نړيوال ايتلافي ځواكونه له افغانستان څخه وزي او بيا به نو د دې هيواد برخليك د ګاونډيو هيوادونو په واسطه ټاكل كېږي. دې خبري ته په پام سره پاكستان غواړي په داسي يوه مقام كي ځاى ولري، چي وكړاى سي د افغانستان په راتلونكي كي خپلي ګټي خوندي كړي، او په افغانستان كي د سيمي د نورو لوبغاړو په ځانګړي ډول د هند او اېران د نفوذ مخنيوى وكړي. هرالډ ټربيون زياتوي په عراق كي د امريكا له ناكاميو، په افغانستان كي د ناټو ځواكونو تر ځاى پر ځاى كېدو او له دغه هيواد څخه د ۴۰۰۰ امريكايي سرتېرو له وتلو وروسته د پاكستان سخت د� �يځي اسلامپالي هم د دوو مياشتو په ترڅ كي د طالبانو غوندي پياوړي سوي دي. ليكوال ځينو نورو ستونزو لكه، فقر، د نشيي توكو قاچاق او د كوكنارو كښت ته هم اشاره كوي، او وايي چي تر هغه وخته به له دغو ستونزو څخه يوه هم حل نه سي، ترڅو چي افغان دولت او د هغه نړيوال ملاتړي په جدي ډول خپل سياست ته تغير ورنكړي. وروسته وړانديز كوي چي ح امد كرزى بايد اول يو معتبر او موثر دولت تشكيل كړي، چي له فساد او واسطه بازۍ څخه پاك وي، دوهم دا چي امريكا او متحدين يې بايد د افغانستان په بيا رغونه او او د ملي امنيت په تامين كي پانګونه وكړي. درېيم دي له افغانستان سره د پاكستان د اوږدې پولي څارنه وسي او دا مهمه ده چي متحده ايالات او متحدين يې پر دغه پوله كافي سرتيري ځاى پر ځاى كړي، او له پاكستان څخه وغواړي چي د دواړو هيوادونو ترمنځ پوله بيا وټاكل سي. او دا هغه موضوع ده چي په � �۹۴۷ كال د پاكستان له جوړېدو راهيسي تر اوسه د دواړو هيوادو ترمنځ د اختلاف عمده لامل دى. د ليكوال څلورم وړانديز دا دى چي امريكا بايد په افغانستان كي خپل ستراتيژيك لومړيتوبونه يو ځل بيا څرګند كړي، او داسي وښيي چي امريكا له افغانستان سره د سولي او ثبات د ټينګښت او د بيا رغوني په لاره كي خپلو وعدو ته ژمنه ده، په داسي حال كي چي له پاكستان سره به هم د يوه ستراتيژيك متحد په توګه له نرمي څخه كار اخلي. (بي بي سي ۲۰۰۶ د څلورمي ۲۵) د افغانستان ولسمشر حامد كرزي د كنړ نا ارام ولايت ته چي له پاكستان سره پر پوله پروت دى، ناڅاپي سفر وكړ. او هلته يې د هغه ځاى له قومي مشرانو سره په خبرو كي د پاكستان د آى ايس آى پوځي استخباراتي سازمان په دې تورن كړ چي افغانان له خپل هيواد سره جګړې ته تشويقوي، هغه وويل پاكستان د افغانستان خپل بچيان د ښوونځيو سوځولو او د هغو بهرنيو انجينرانو ووژلو ته هڅوي، چي په افغانستان كي د بيا رغوني چاري پر مخ وړي. ښاغلي كرزي د افغانستان اوسنۍ نا امني د بيا رغوني په لاره كي ستر خنډ وباله. ولسمشر كرزي ټينګار وكړ چي د افغانستان امنيت د پاكستان په ګټه دى او زياته يې كړه چي څو ځله يې د پاكستان مشرانو ته ويلي دي، چي نور هغه وختونه ولاړه چي د افغانستان او افغانانو برخليك به په اسلام آباد كي ټاكل كېدئ.( بي بي سي ۱۸/۵/ ۲۰۰۶ ) خو پاكستان دغه ټول تورونه رد كړي دي. په كابل كي د بي بي سي خبريالي اسماء حبيب د سپتمبر پر شپږمه يو راپور وركړ چي ډېره مهمه خبره يې كړې وه، هغې ويل كابل ته د پاكستان د ولسمشر پروېز مشرف له راتګ څخه څو ساعته مخكي يوه برتانوي لوړ پوړي ډيپلومات وويل چي په افغانستان كي د امنيت او ثبات ټنګېدل تر هغه وخته امكان نه لري چي په پاكستان كي د تروريستانو د روزني م� �كزونه ونه تړل سي. په كابل كي د برتانيې د باندنيو چارو مرستيال وزير كيم هاوس په يوه خبره كنفرانس كي وويل چي كه ټاكل سوې وي په افغانستان كي امنيت او ثبات ټينګ سي، پاكستان بايد ژمنه وكړي، چي نور په افغانستان كي لاسوهنه نه كوي. ښاغلي هاوس وويل كه غواړو چي افغانستان په راتلونكي كي يو با ثباته هيواد وي، پاكستان بايد ژمنه وكړي چي هيڅ وخت له طالبانو او تروريستانو سره مرسته نه كوي، د تروريستانو د روزني مركزونه به وتړي او چاته به اجازه ورنكړي چي د ځوان نسل په فكرونو كي د تروريزم فكرونه راوټكوي. دا لومړى ځل دى چي يو لوړ پوړى برتانوى چارواكى په دومره صراحت د پاكستان په اړه څرګندوني كوي.( بي بي سي د ۲۰۰۶ كال د سپتمبر شپږمه) ايرنا خبري اژانس د اكتوبر پر ۲۶مه په خپل يوه ګزارش كي وويل چي د نيويارك پوهنتون د نړيوالو همكاريو د م طالعاتو مدير بارنيت روبين د اكتوبر د مياشتي په وروستۍ اونۍ كي په خپله يوه مقاله كي چي د وال سټريټ ژورنال په ورځپاڼه كي خپره سوې ده، ليكلي چي د پاكستان او افغانستان ترمنځ د اوږدو ناندريو د له منځه وړلو له پاره تر هغه ماښامني پروګرام چي تېره مياشت په سپينه ماڼۍ كي جوړ سوى وو، ډېرو هڅو ته اړتيا ده د روبين په وينا غيرله هغو پنځو كالو چي طالبانو پر كابل حكومت كاوه، پاكستان او افغانستان نور ټول وخت، له هغه راهيسي چي پاكستان جوړ سوى دى له يو بل سره په دښمنۍ تېركړى دى، حتى د طالبانو د حكومت په دوران كي هم افغانستان له پاكستان سره د پښتنو او بلوڅو د سيمو د يو ځاى والي موافقه ونكړه، همدا اختلافونه وه چي د افغانستان پخواني شاهي حكومت له پاكستاني پوځ سره د جګړې په خاطر د روسيې پوځي مرستو ته لاس اوږد كړ او افغانستان له هند سره په ډيپلوماتيك نظر يو سو، ځكه پاكستاني پوځ د امريكا له مرستو او ملاتړ څخه برخمن وو. د روبين په وينا د امريكا اسختباراتي � �بكه، ناټو او افغانستان درې سره پر دې موافق دي چي د طالب مشرانو پټنځايونه په پاكستان او په ځانګړې توګه د كويټې په ښار كي دي او ځيني كړۍ په افغانستان كي دننه د طالب جنګياليو په ځواكمنتيا او د افغان حكومت په كمزورتيا كي ونډه لري. روبين ليكلي تر ټولو عمده مسئله چي د پاكستان د اندېښنې سبب ګرځېدلې، هغه هندوستان دى، چي په دې و� �وستيو كي يې له پاكستان سره پر پوله ولايتونو ننګرهار او كندهار كي قونسلګرۍ جوړي كړي دي، پاكستان پر هند تور لګوي چي د خپلي استخباراتي شبكې له لاري د پاكستان په بې ثباتۍ كي لاس لري. د مثال په توګه اسلام آباد ادعا كوي چي نوى ډيلى د پاكستان په بلوچستان ايالت كي د نا اراميو په را پيدا كولو كي ونډه لري. په عين وخت كي بايد ام� �يكا او افغانستان هم د پاكستان دغو مشروعو اندېښنو ته پام وكړي، بايد په افغانستان كي د هند د كونسلګريو شمېر راكم سي، امريكا، هند او افغانستان هم بايد د پاكستان د ډاډګېرني له پاره ګامونه پورته كړي. روبين د خپلي مقالې په پاى كي يوه ټكي ته اشاره كړې، چي كله پاكستان د طالبانو په پټنځايونو پسي راپاڅي، د افغانستان ولسمشر دي هم په زړورتيا يو سياسي ګام پورته كړي، د افغانستان په دننه او دباندي كي دي د سياسي خبرو اترو يوه كړۍ جوړه كړي، او په هغه كي دي پرځينو نورو مسايلو لكه د دواړو هيوادونو ترمنځ د پولي د رسميت پېژندلو مسئله باندي بحث وسي، او په مقابل كي بايد افغانستان هم دا ډاډ ترلاسه كړي چي د پاكستان بندرونو ته به لاس رسى لري. روبين ليكلي چي امريكا او د ناټو سازمان غړي هيوادونه هم بايد تضمين وركړي چي د سرحدي سيمو په آبادولو كي به مرسته كوي، بېكاري او بېسوادي چي د دې سيمي د وروسته پاتي والي تر ټولو لوى عامل دى، بايد په له منځه وړلو كي يې مرستي وكړي. اوس چي په افغانستان كي د پاكستان د لاسوهني موخه روښانه سوه، بايد متوجې اوسو چي د تروريزم سرچينه پاكستان دى، نه افغانستان، نو دې ته په پام سره د تروريزم خلاف نړيوال ايتلاف بايد د القاعده غړي، تروريستان او طالبان په پاكستان كي ولټوي. پاكستان چي تر دې وروستيو پوري په دغه هيواد كي د اسلامي بنسټپالو له � �وزنځايونو څخه منكر وو، د اكتوبر پر۳۰مه يې پوځي الوتكو له افغان پولي سره نيژدې د قبايلو په باجوړ سيمه كي يوه مدرسه بمبار كړه چي ۸۰ تنه مذ هبي تندلاري پكښي ووژل سوه، او د پاكستان امنيتي چارواكو آن خپله مشرف هم د خلكو د نيوكو په ځواب كي وويل چي په مدرسه كي يو بېګناه كس هم نه دى وژل سوى، بلكي ټول هغه تندلاري وه چي په مدرسه كي يې تروريستي زدكړي ترلاسه كولې. چي داسي ده نو بيا خو كرزي نړيوالي ټولني ته ښه ويلي وه، چي له تروريزم سره د م بارزې د برياليتوب په خاطر بايد په پاكستان كي هغه منابع له منځه يووړل سي چي هغوى پكښي روزل كېږي. بېله دې به نو د تروريزم په وړاندي مبارزه او تلاښ يو بېځايه كار وي. همدا اوس د پاكستان د صوبه سرحد ايالت د مذهبي مدرسو كچه د ۲۰۰۱ كال د سپتمبر له ۱۱ مي وروسته ۲۸ برابره ډېره سوې ده، په ۲۰۰۵ م كال كي يې شمېر ۶۸۷۰ ته ورسېد (رك لوموند ديپلوماتيك مارچ ۲۰۰۶). دا مدرسې چي شمېر يې په ټول پاكستان كي له ۳۰۰۰۰ څخه اوړي تاسو فكر وكړئ، چي توليدات يې چيري ځي؟ بېله شكه چي ډېرى يې وروسته له هغه چي د جګړې او مبارزې فكر په مغز كي ورپېچكاري سي، د انتحاري حملو او جګړې له پاره افغانستان او كشمير ته ځي. او په افغانستان كي د افغان، ناټو او امريكايي ځواكونو پر ضد جنګېږي، چي له امله يې د دغو هيوادونو امنيت او ثبات له ګواښ سره مخ كړى دى. نو لوېديځي نړۍ ته د تروريزم په وړاندي د ك� �زي خبره ډېره پرځاى او د اهميت وړ ده، او نړيواله ټولنه بايد له ترهګرۍ او بنسټپالني سره مبارزه له پاكستان او په دغه هيواد كي له مذهبي مدرسو څخه پيل كړي، نه د افغانستان له كليو او بانډو څخه چي مذهبي بنسټپالان له بلا څخه د سپر كار ځني اخلي. ",د جوړېدونكي جرګې پايلي، د تروريزم سرچينه چيري ده؟ 5936,م. اکبر کرگر," م. اکبر کرگر    دناول په پای کې خبرې راټولوي : هغه چې سپينې سترگې اوپند پنډ بريتونه يې لرل بيا راژوندي شويدي . د� �يوانو په بڼه راژوندي شويدي . اوله نويو ليوانو اوزړو بگوو سره دښار ښکار ته وتي دي . ښار ټول په ليوانو بدل � �ويدی . هغه ناپايه تيارې کوڅې اوهغه تورتم چتونه په ليوانو بدل شويدي . له ماتو اوړنگو جوماتونو نه داذانونو پر ځای دزړو بگوو چغې راځې اودانگورو له بربنډو پيغلو نه ډکې هغه پيالې له وينو نه ډکی دي .  بگوو هغه ښوونکې بې پته کړه ويې تښتوله اوبيايې ووژله . زموږ دکوڅې دجومات هغه سپين ږيرې ملا يي وواژه اوهغه دمينې اوښکلا ددنيا شاعر يې وواژه اوټول ښار يې وواژه . ښاپيرۍ ولاړه ده . ښاپيرۍ چيغې راته وهي . ښاپيرۍ خوب ته راځي اوښاپيرۍ په ويښه راته راځي . هغه بيا دوينو تږې ده اوهغه بيا جل وهلې ده . ښاپيرۍ بيا وينې رانه غواړي . دهغه زاړه ديو وينې اودزړو بگوو اونويو ليوانو وينې .  خو زه ستړې شوي يم اوله ليوانو سره جگړه نه شم کلوې . ( ۱- ۷۶)                ترمخه تر دې چې ننگيال موږ وسيزي اوله موږ ولاړ شي . له کابله پيښور ته راغی . دا هغه وخت و چې چې په کابل کې دچا خبره ددستار سړي  يا کم اويا نور پاتې نه وو . ان  تردې چې نور ه هستي خو لا څه کوې چې دخلکو اوديوه نسل دسرکښو مړو هډوکې هم دپيښور په بازارونو کې اوپه کارخانو کې  داومو موادو په توگه وپلورل شول . اوله هغه وروسته ننگيال پيښور کې و.  داوار ننگيال هغه پخوانې شوخ وشنگ ننگيال نه و . دې داوار زوريدلی اوکړيدلی و . ځکه خو يې علايم اواثرات په څيره اواکر کې هم بريښيدل . دا وار دننگيال په تن اووجود کې دوه متضادي برخې يعنې عقل يا  خودي اوپه بل اړخ کې بې خودۍ اوتيښته يوه  داسې پړاو ته رسيدلې وه  چې نور يي دعقل ورميږ مات کړې و .بې خودۍ اوتيښتې دهغه دتن او� �وان دمملکت واگی  دطالبانو په څير نيولي و او که د هغه دتن اوروان دهيواد کوم کلې کنډر  پاتې وو نو هغه به هم دهغه دتحت الشعور دمورچو له برکته و چې هغه يي بيدارپرې ايښې و.    اوس ننگيال زموږ په منځ کې ن� �ته خو دهغه ((سيورې)) زموږ تر منځ ژوندی دی . سيوري دهغه دناول نوم دی . سيوري دشاعر دويم يا مستعار نوم هم دې . اوداچې ولې هغه سيوري غوره کړ. دا هم يوه خبره ده .  هغه يو شاعر و . ليکوال و . هستونکی و . دژوند هستوونکی اودښکلا هستوونکی . نو بده به نه وي چې يو وار دهغه دشعر اوخلاقيت په رڼا کې دژوند سره دهغه ليوالتيا راوسپړو .    دشاعرپه توگه  :  ننگيال يو بې بديله شاعر و . دخپل عصر اودوران دفرهنگي هڅو اوتلا� �ونو يوه څرگنده اوځلانده نمونه وه . خلاق شاعر و . ډير اثار يې پريښودل اوپه لږه موده کې يې ډيرې هستونې وکړي چې پښتو ژبه به  يې نه هيروي .  شعر اوناول دوه جلا ژانرونه دي . خو مو‎ږ کولی شو دننگيال دغه دوه جلا هستونې هم سره جلا اوهم په يوه رواني مسير کې وڅيړو . اودا ځکه چې دهغه ناول لکه دهغه شعر اودهغه شعر لکه دژوند نامراده . کيسه .  له ژونده تيښته ‘ له عقله تيښته اودخبرتيا اودخودۍ له نړی وتل نه يوازې دهغه په ناول کې ډير اوچت ځليږي بلکې دهغه شعر ته يي هم رنگ اوخوند ورکړي دی . دشعر په برخه کې خو ويلې شو چې نوموړې په دې معرکه اوجگړه کې دومره زمول شوي اوټپې شويدي ‘ چې اوس يې دسر په بيه دغه جگړه گټلې ده .ديوه ليکوال په قول(( دشعر حکم ديو ډول لوبې حکم دی . چې هر چا دغه لوبه بايلوده نو هغه وړونکی شو . )) . سارتر وايي  : دشاعر تکل دانه دی چې ماتې اوتباهې په خپل سر اواراده دنړۍ سير ته داخله کړي . حقيقت دادی چې دهغه سترگی يوازې ددونيا ماتې اوبربادې ويني . )) ډير زيات فکتورونه اوعناصر شته چې دننگيال په شعر خبرې کولې شو اوڅه پرې ويلې شو .  دپلار مړينه مې وليده  اودوروڼو زړه چاودون هم  لوږې مې ډيرې وزغملې  اوتندې هم  خو يوه يي دومره دردوونکی نه وه  لکه : نشهچې نه وي پوره  اوښيښه پای ته ورسي . ۱۳۷۰-۶-۱۷ کابل  اويا داچې :  خوب ته سرود  خوبه څادر راباندې وغوړوه ‘  نورمې ويده کړه چې له ويښې نهمې کرکه راځي  زه چې ويده يم ويښ يم  خوبه ! څادر راباندي وغوړوه !  خوبه قربان دې شم  نور ماته ددې ورځو دا بربنډې پيغلې مه راښيه  زه يي دسترگو په هندارو کې  داور اودسکروټو اولمبو ازانگې نه شم ليدای  خوبه ! ما بوځه بيا دهغو تورو شپو غيږې ته  زه خپله لاره بې له شپو  په رڼو ورځو کې موندلای نه شم  ورځ مې دسترگو په هندارو کې اورونه کري .  خوبه ويده مې کړه  څادر راباندې وغوړوه !  ۱۳۷۴ـ۷ـ۳۰ کابل    خو اوس بيرته خپلې لومړی خبرې ته راځو اوهغه دننگيال په خلاقيت کې دعقل اوجنون جگړه ده . هلته چی جنون بری مومي اوعقل محاکمه کوي . جنون ديو فاتح په توگه هسکه غاړه دريږي اودعقل ورميږ ماتوي . گورو اودسيوري په ناول کې ددغه فرضيي پلټنه کوو.  دسيوري ناول :  ناول يوه سمبوليکه ژبه لري . دويښتيا اوخوب دحالت کيسه کوي .کله دتفکراتو له سمندره را پورته کيږي اوکله هم په غوپه حالت کې کيسه کوي . که ووايو چې دغه ناول دشاعر دژوندانه دشرايطو په وړاندې يو تريخ اوقهرجن گوزار دی بده به نه وي . کيسه دکلي څخه پيل کوي . دساده توب اوسپيڅلتيا  څخه . له کوچنيوالي اومٍعصوميت اوپاکۍ څخه اوبيا پر بازاري ژوند اوبازاري سياستونو بدوايي . (( ماشومان غلا اولوټ نه پيژني اوهغوۍ ته دچم‘ اوفريب نومونه نه دي زده اوهغوۍ ته دشهوت لوليو سترگکونه نه دي وهلي . ))(۱ـ ۳ مخ ) کيسه کوي وايي : ((هلته دهغه بلې کوڅې دپای په هغې خوا کې دتورتمو چتونو لاندې دعقلونو وژنه ‘ دپيالو جگړه ‘ کنځاوي اوبازاري سياستونه اوهلته دهغه ښاري بڼ دگڼ ځنگله په مينځ کې دچرسو اوافيونو دلوگيو جنډې اودونو دډډونو تر شا همجنس بازي اوپه پټه په غيږو کې ديوه او بل تخنونه . )) (۱ـ ۳ مخ ) په دې ليکنه کې � �يکوال دژوند په لومړيو پړاونو کې له يوې سر سختې اوبې رحمه مبارزې سره مخامخ دی . دی دعقل دوژلو په تکل کې دی . اودعقل سره دوښمنې کوي .  ولې له عقل سره ؟  له عقل سره دمعاصر انسان مبارزه څه نوې خبره نه ده . ديونگ په قول چې زموږ سرنوشت په داسې رسۍ تړل شويدی چې ورځ په ورځ تنگيږې . هغه په دی ټينگار کوي چې دا طبيعت نه دی بلکې دانسان نبوغ اوخبرتيا ده چې دانسان په غړۍ کې يي تناب اچولی دی .  دانسان دپيداّيښت په اسطوره کې کله چې  انسان يا بابا ادم دمعرفت ميوه خورې نو دزياتو ستونزو اوکړاوونو سره مخامخ کيږي . دادانسان عقل اوخبرتيا اوپوهه  ده چې انسان په عذاب اخته کوې . پروميتوس له خدايانو اور راوتښتاوه . اور  چې دانساني پوهې اوتعقل سمبول دی. انسان ته يي راووړ خو په  نتيجه کې په زيات يا ابدی رنځ اخته شو او ړوند شو .  ( ۵- .. )  همدا� �نگه اوديپوس وايي : نه شم کولې چې په حقيقت سترگې پټې کړم .سيزيپوس چې هومر يي ډير هوښيار اوعاقل انساني  م وجود بولې ‘ په عبث اوبې گټې توگه ډبره دغره تر سره پورته کوې اوبيرته ترې رارغړې . ازادي اودمسوليت منل داسې يوازينی انسانې نړۍ ده  چې دنورو موجوداتو پر عکس انسان په کې يوازې دژوندي پاتې کيدو له پاره هڅه نه کوي بلکې غواړي انسان په کې فردي ازادۍ ته ورسيږي .  نهيليستي ادبياتو اواگزستانسيالستي فلسفې دانسان دازادۍ اواسا� �ت مسٍله راوړاندې کړه اوفردې ازادۍ ته رسيدلو مساله  هماغه ډول  ناحله پاتې شوه .  خو له اسطورو ی څ يړنو اودهغو له پيامونو سربيره په معاصرنړيوال فرهنگ کې  زيات داسې کسان وو چې دعقل څخه فرار اوتيښته يي غو� �ه کړې اودخپل وخت له حالاتو سره يي دژوند دنفې له لاري ځواب اومبارزه کړي ده .  صادق هدايت ‘ همينگوې البرت کامو ‘کافکا ‘ .... يي هم دفکر له مخې اوهم دعمل  له مخې  څرگند مثالونه دي . کيدای شي دا خبره له ماسره څوک ونه مني خو زه ددې شاهد يم اودهغه اثار اوپه تيره دهغه وروستي شعرونه ددې شاهد دي چې دننگيال دژوند پای هم يو � �ول ځان وژنه وه دا ډول نهيليزم يا دناميندۍ فکري بهير دننگيال په اثارو کې په ډاگه ځليږي . هغه په دې پوهيږي چې ديوه داسې تورتم دهليز په خوله کې ولاړ دی چي بل سر يي نه مالوميږي خو هره  شيبه دژوند شيبې څښې اودخپل عمر لنډون په خپلو سترگو گوري . هغه وايي :  ((زه مې له عقل نه کرکه لرم .)) .  نااميدي اونهيلي دننگيال په اثر اوشعرونو کې  خپل اوج ته رسې . (( سترگي غړوم گورم چې دجونگړي پر هغې برخه کې يو انځور دميز پر سر ستونه راته کوي دديدن ست .. هغه خو کلونه کلونه نشته اوله خاورو سره خاورې شوي ده .))(۱ـ ۳۹ ) يا داچې :  ((دالبوم دپيل يو شمير نور تصويرونه بيخې بل ډول راته ښکاري لکه زما دهيواد چې نه وي لکه دبل ځايه چې راغلي وي هغوۍ هم په پوځي يونيفورم کې  چې دپړانگانو رنگ لري سمبال دی له گوليو سر ه سمبال دي اوپه لاسونو کې يي ټوپک شنه شويدي . سترگې يي تور اوسپين رنگونه نه لري سترگې يي لکه دنيل هسی شنی دي . ))(۱ـ ۶۱ مخ ) څرگنده خبره ده چې دهغه ا� �بوم دهغه دهيواد تاريخ دي . داسې تاريخ چې په جنگونو کې جوريږي اوله جنگونو هسک ته رسي . همدارنگه دا په واقعيت کې له حالاتو اوشرايطو څخه دليکوال يو ډول داسې عکاسي اوانځور کښنه ده چې هڅه کوي بشپړه يي کړي خو که نه بشپړيږ ي سبب به يي داوي چې دناول نيالگی لا په پښتو ژبه کې ډير تنکی دی اوپاڼو يي لا سيوري نه دی کړي . وگورۍ داثر ۳۷ مخ کټ مټ شعر دی ‘ هغه دشعرژبه دناول ليکلو له پاره کارولي ده . خو دتاٍمل وړ ده .     دا ددليکوال دوخت اوشرايطو يو انځور دی داسې انځور چې په سمبوليکه ژبه يي رسم کړې او دخپلې کرکې په رنگونو يې نور هم ځلولې دی . ليکوال له دغو کرکه لري . دپړانگانو له رنگه اوچې په لاسونو کې يې ټوپک شنه شويدي . طبعا هغوۍ دليکوال دهيواد نه وو .  (( مورمې په دې ارتې اوپراخې نړی کې ايکې يوازې همدا زه درلودم . )) په دې عبارت سره ليکوال خپل ارزښت يوواربيا  په ډاگه کوي . په داسې ډول چې کله يي ځان ته فکر کيږي اوپر خپل ځان خبرتيا پيدا کوې نوپيښې ورپسې شمي� �ي . په دې عبارت سره هغه يو ډير عاطفي تار راکاږي . مور پخپله هم دعواطفو دونيا ده . اودمور دکلمي په لوستلو طبعا هر چا ته خپله مور ورياديږي . اوبيا ژوند له همدغه ځايه پيل کيږي . دژوند پيلامه اوديوه با ارزښته لړۍ پيل . خو کله چې انسان په دې لړۍ کې شعور ته رسيږي دخودۍ اوبېخودۍ په جگړه کې پرې جنون غلبه پيدا کوې . نو هغه دخيام خبره سړي ته ورياديږي چې وايي :  ((ديو جام شرابو له پاره مې خپل دفتر اوپټکی وپلوره ..  بيا هم بس نه ده .  کاشکې چې کولای مې شوای  ‘ستوري لمر اوسپوږمی گروه کړم  افسوس چې جيب مې تش دی . ))  اوبيا پلار يادوي په دې ډول : .  ((پلار مې په هغه لومړ ي کال چې ښار ته راغلو ليوانو رانه وخوړ۶۸)) . کيسه ديو ډول � �واني ناانډولۍ  داستان دی . ددې منشاٍ دهغه وخت  روان سياسې حالت اودژوندانه ستونزي اوله هغو تيښته ده .  يوه ترخه يادونه دلته اړينه بريښي . :  موږ واوريدل چې دننگيال پلار ورځ دمخه په يوه داسې بس کې چې دښووني اوروزنې مطبعې ته روان و اوهلته يې کار کاوه . دبم پر اثر والوت بس ټول وسو اودهغه دپلار غوښې هم دبس دباډۍ پورې ونښتې . دا تراژېکه پيښه وه . زه اوزرين انځور ددوعا په نيت دهغه کور ته ولاړو ‘ په شاه شهيد کې اوسيده . د۱۳۶۱ يا ۶۲ کال و . هغه په يوه کوچنې  کور کې اوسيده ان تر دې چې په کوټه کې يې دناستې له پاره څه نه و . موږ دوعا وکړه اودهغه غم مو ولوست . چې اوس له دغه غمونوڅخه چې دټول ماحول له هغو سره يو ځای شوي اوبيرته دشاعر دح ساس ذهن له صافي را بهر شوي او يو ښکلي هار ترې جوړ دی  ولوست .اوس دهمدغه درده دهغه دشعر اوناول په ژبه دغه دغم سندره ده چې اوس دنسلونو دژبې ورد ده .    ننگيال دژوند اودښکلا شاعر دی . خو په دې مفهوم پوهيږي چې داژوند څومره لنډ اوتنگ دې نوځکه ترې فرار غوره کوي او عقل محوکوموی .   وايي کله چې يوه امريکايي ليکوال  ان سيکستون ته په ۱۹۶۳ کې دسيلو پاټ ځان وژنه ورياده شوه وويريدله اووي ويل (( دا زما مرگ دى ۪ )) يوولس کاله وروسته په څلورو پوښونو کې پوښل شوي وه چې  يوپوښ  يې دهغې دمور پورې اړه درلوده ۪ په يوه روان گاډي کې ناسته اوله گاراج سره نږدې يي خپل ژوند له لاسه ورکړ ۪    ادبې هنرمند دمضمون په  توگه هميشه دم رگ انځور باسې خو ددوې بې انډوليو ډير لږ  دهغو په ژوند کې خوښي راوستې ده ۪    مشهور فارسي ليکوال صادق هدايت هم ځان يوازې احساسوي ليکي :(( موږ ټول سره يوازي ېو ‘ بايد تير نه ووځو ‘ ژوند يوډول زندان دی . بي� �ابيل ډول زندانونه . خو ځيني دزندان په ديوال باندي انځور کاږي اوپه هغه باندې ځان مشغولوي . اوځيني غواړي وتښتي . خپل لاسونه بې ځايه ټپي کوي . اوځيني خو ماتم کوي . خو اصلي خبره دلته ده چې بايد ځان تيرباسو . هميشه بايد ځان تير باسو . خو داسې وخت هم رارسيږي چې انسان له ځان تير باسلو هم ستړې کيږي . ))(۴ـ ۹۲ مخ )  يا داچې :  (( په ژوند کې داسې ټپونه شته چې دخورې په څير روح په کراره په انزوا کې خوري . اوتوږي يي . ))(۳-۷ بوف کور ۳ مخ )    ((زه يې  يوازې سيوري ته ليکم چې دڅراغ پر مخ په ديوال لويدلې ده . بايد ځان ورته معرفي کړم . ))(۷ـ بوف کور ۴ مخ ) دغه دوه احساسه يعنې دژوند پوچوالی اوديوازې توب ډار په بيا بيا سره دهدايت په اثارو کي تک� �اريږي .  (( ايا دغه ټول ژوند يو دخندا وړ کيسه نه ده اويو دنه باور اواحمقانه مثال نه دی ؟  )(۴ـ ۹۱ مخ )    کامو هم له نهيليزم څخه پيل کوي . دهر ډول عيني اوذهني نظامونو نفي کوي اومرگ دانسان دحتمي ب� �خليک په توگه په گوته کوي :  نه شو کولې ژوند ته له وخت څخه تر مخه په ارزښت قايل شو . داانسان دی چې دسيزيپوس په څير په خپل عمل سره ژوند ته مانا ورکوي .  البرت کامو په سقوط کې بيا هم هر څه نفي کوي خو لکه څ نگه چې مفاهيم نه دې بدل شوي نو په دې اساس لوستونکي بيادپيل مفاهيمو ته راکاږي . دمثال په توگه دبابل دبرج دم يکزيکو سيتي شرابخانه ده . راوي اومخاطب له رښتينگويانو څخه دی . په کاتوليک مذهب کې ددوزخ له پيژندنې اعتراف دتعميد عسل ‘ دپاک لمنو قاضيانو تابلو دا ټول شيان موږ داسې ځای ته رسوي چې له ژان باتيست کلمانس څخه زموږ ددوران داسې تعميد کوونکې جوړيږي يا ترې داسې دروغجن پيامبر جوړيږي چی زموږ واقعي څيره په هغه کې ځليږي . (۳ـس� �وط سريزه ) کامو دقهرمان له خولې ليکې : (( يوې خواته ښکلا ده اوبلې خواته مات شوي اولوټل شوي دي هر څومره چې دا کار سخت وي .خو زه غواړم دواړو خوا وته وفادار پاتې شم . ))(۳-سريزه )  ځان وژنه په هماغه ډول چې کله په يو � �ړ هيجاني نندارو کې منعکس کيږي يو ډول اعتراف دی په دې خبره اعتراف چې له ژوند څخه وروسته پاتي يو اويا دهغه په مانا نه پوهيږو . ښه به داوې چې ډير بې لارې نه شو . اواشنا اوپيژندل شوي کلمات اومفاهيم راواخلو . دا چې اعتراف کوو: (( چې نور په کړا نه ارزيږي )) دا بس دی . ژوند کول البته هيڅکله اسان کار نه دی زموږ چلند زموږ دوجود په فرم ان دی . اوزيات دلايل لري . چې لومړی يې عادت دی . هغوۍ چې په دواطلبانه توگه مرگ غوره کوي داښۍ چې په غريزي توگه ددې عادت په خنده اوره ځانگړنه اوورځينۍ بې مفهومه هڅو اوکړاو په مانا پوهيدلي دي  دکامو په باور دفکر کولو پيل دله منځه تللو پيل دی . اوټولنه ددې ډول پيلامو دپوهيدنې له پاره زيات امکان نه لري . خوره دانسان په دننه کې ده . اوپه هماغه ځای کې ده چې انسان بايد دهغه په لور ولاړ شي . نو بايد دغه وژونکي لوبه چې دتن اووجود روښنايي له رڼا څخه تيښتې ته رابولي تعقيب اوپر هغه پوه شو . )) ويليم ستايرون ناول ليکوونکي دژوند په اړوند چې له  ديپريشن سره  يي  مبارزه کړې  ۪ په خپل اثرکې وايي : دا يو  ليدونکې تياره يا تورتم دی  ۪ )  همدارنگه په خپل ناول کې ددې خبرې خبر داري ورکوي  وايي : اوس پوه شوم چې  دديپريشن اودځان وژنې مفکوره زما دخلاقيت اوژوند په اوږدو کې يو له بله سره تړلې خبره  ده ۰  زما په ناول کې درې اساسې کرکترونو ځانونه وژلي دي ۪ ))اودننگيال ناوليټ هم دغم نامو اوليدونکي تورتم اونهيلۍ ډک دی .  دمساپرو په دې ډله کې زما دوړوکتوب دشيبو هغه ملگري هم وه . هغه هم له خپلې کورنۍ سره په دغو سرگردانه کوڅو کې سرگردانه وه سپين ږيري پ� �ار يي چرته په مزدورۍ لگيا وو اودې بيا دښوونځي لاره ونيوله کلونه وروسته بيا دښوونځي مزې لنډ شو . (۱ـ ۱۱مخ )  ايا داد هغه دعشق ناکامه کيسه نه ده ؟  موږ وويل دشعر ژبه دهغه دناول بستر دی .  سپين ږيري دخپ� �و ټولو وړو زړو سره راغلی وو خو زما دخواږه ماشومتوب ملگرې دهغوۍ په منځ کې نه وه . دهغې دنگې اوچناري ونې پر م ساپرو کجاوو سيوري نه کاوه . اوموسکا يي دخوړ تيږې نه وې راويښې کړي . (۱ـ ۱۲)  اوبل ځای وايي :  اکا ما� �مه نه ښکاري ‘ مالمه رانغله ؟ (۱-۱۲)  ماليمه دښار گوليو وخوړه .  په سيوري کې دا برخه دخوب اوخيال تر م نځ حالت دي . هيڅ چاته دخبري اصلي پته نه وه څرگنده چې مالمه ولې دوه وارې مړه شوه . اوماليمه ولې په څو مياشتو کې دوه ځلې ځوانيمرگه شوه ؟(۱-۱۲) ليکوال دپيريانو اوشيطان سمبول يادونه کوي . بازاري سياستونه دهغه دشعور چيغه ده دموجوده شرايطو په وړاندې .  ((دښار دهغې کوڅې دپاېې په هغې خواکې چې دتورتمو چتونو لاندې دپيالو جگړه لگيا وي عقلونه په کې وژل کيږي کنځاوې اوبازارې سياستونه ‘ همغلته مې خپل عقل وژلې دی اوپه ژرگونه ځلې مې وژلې دی خو کله چې دادی کلې ته راغلې يم دلته هغه تورتمې کوڅې اوتورتم چتونه نشته دلته پيالې سره جگړه نه کوي اودلته عق� �ونه نه  وژل کيږي . (۱ـ۱۷)   ښاپيرۍ دانسان دازادۍ دسمبول په توگه کاروي: (( رښتيا نن ښاپيريو هم راته ليونې وويل :  له غمونو له سوچونو اودعقل دقمچينو له ژوند  نه دخلاصون نه  دوې لارې دي . فقط هم دغه دوې لارې دي چې سړي ته نجات ورکولې شي . سړې دورکو اوسرگردانه اندونو له کندې نه راايستلې شي اوسړې ته لږ تر � �ږه ارامتيا وربښلی شي . دا لار يوه دښار دهغې بلې کوڅې په پاېې کې دتورتمو چتونو په څنگ کې تيريږي هلته چې دعقلونو وژنه کيږي .... اودويمه لاره په جوماتونو کې ده دمحراب تر څنگه هغه دمغرب په لور ده . ))(۱ـ ۲۱    دښار کوڅې تشې بريښي دکوڅې دپای په هغې خواکې دښکلو اوښايسته زلميو تش سيورې وينم چې لولۍ سترگکونه ورته وهې بربنډيږي اوسيني سړوي (۱ـ۲۵).  اوپه بل ځای کې دتراژيکو وژنو اودانسانيت په وړاندي يو تاريخي وحشت اونه هيريدونکې فاجعه ترسيموي . اوخپله ژوره کرکه دهغه په وړاندي ترسيموي . چې موږ يي اوچت هيومانيزم بللي شو .  ((اودککرۍ په لويدو سره هغه سره شوي غوړي پر هغې پرې شوې غاړي واچوي اودغوړيو په اچولوسره هغه بې سره تنه په نڅاه پيل وکړي ناڅي ناڅي دومره ناڅي چې دډيرې نڅا له زوره پر ځمکه گوزار شې په لويدو کې هم ناڅې لاسونه يي ‘ پښې يي اوتنه يي هر يو بيل بيل ناڅي بيرته پر پښو دريږي اوناڅي اوبيرته رالويږي اوليوه خاندي . له ډيرې خندا يي خوله دښار له اوږ ود والي هم لويه شوي ده . ....۳۲ بده به نه و ي که دشاعر دهيومانيزم په اړوند يوه يادونه غبرگه کړم . هغه دا چې :  ننگيال يو افسر وو . هغه افسري او رتبي پريښودې اوان معاش ‘رتبه پر مختگ يي له لاسه ورکړ . اوهغه چا چې ټوپک په لاس کې درلود . هغو ته يي وويل : ای ښکارې اشنا درته سلام کوم .  خو دهغه په چم گاونډ کې يو بل ډير نازولي شاعر هم و . هغه هم دشعر داورنی ژبې سره لوبي کولي . کله چې مجاهدين کابل ته را ننوتل . هغه ټوپک واخيست اودکلمو پر ځای يي دمرميو غاړکی پر ټټر وپييله . ما دغه تصوير دفاروق زرنگ په جوړ شوي داکومنتري فلم کې وليده .کله چې ځوانيمرگ ننگيال  چې دهيومانيزم يو مثال او دشعر پرښتي ته يي ژور درناوې درلود پرتله کوو ‘ نوويلې شو چې هغه تل خپل فقر اوبيوزللي گوره بللې ده . دا شعر ته  دننگيال  ددرناوي جوگه کيدای شي . همداراز دهغه دچم گاونډ بل شاعر چې کله يي ټوله روښانفکري او تنور دخپل قومې اوسمتي تعصب کې رنگ کړ . اوپه اوږده قصيده ويلو يي دوخت له امير نه پنځه لکه افغانی تر گوتو کړي . خو ننگيال ته چې دا چانس ډير ځله حاصل وو . خپل پښتنې غرور اوشعري تقدس يي اميرانو ته دقصيدې ويلو او ستايلوپه خم کې رنگ نه کړ ماليدل چې کله پيښور ته په يوه څادر کې راغلي و . نو يوه شين سهار يي جنازه په دوه لرگو اوهماغه شليدلي څادر کې دلغمان په لور دبي بي سي له دفتر څخه ووتله او دتل له پاره له موږ رخصت شو .  بيا خپله خبره له سره نيسو . ننگيال وايي :    ((جونگړه مې ورانه ده .ورانه.  سوځولې يي ده.  همغو ليوانو اوزړو بگوو راته سوځولي وه )). ۳۲ اوبيا په دې برخه کي خپل ځان ته راگرځي . دخپل ځان په وړاندې اودخپل سيوري په وړاندي اودشاعرموجود په وړاندي محاکمه پيل کوي :  دادې څو کاله وشول چې زما سيورې يوازې دی. دشاعر سيوري ورسره نشته. اودشاعر سيورې لکه هغه دباد بڼکه باد ورځنې وړي ده .سيوري مې له تانه دهغه شاعر ملگرې سيوري غواړي .(۱ـ ۳۴    اوپه دې برخه کې په ډاگه خپل لوې هيواد له م ړستون سره تشبيه کوي . اودخپل مړستون اوهيواد يوالي جوتوي ‘ چې همدا کار کوي .  (( هديري ته ورځم هديره هغه پخوانۍ هديره نه ده لکه يوه ښار ته چی ورځم لکه يوه ستر اولوې هيواد ته چې مې پل ايښي وي . دمړو هيواد ته دشناختو هيواد ته )) ۳۶    ● ●  اوس دپايلې په توگه ويلې شو کله چې دشاعر انه ناوليټ په باب خبري راټولو نو : لازمه ده دارسطو داخبره راياده کړو چې وايي : (( تراژيدي دانسانانو تقليد نه دی . بلکې دعمل ‘ ژوند نيکمرغی اوبد مرغۍ تقليد دی .)) دتراژيدي هدف دانه دی چې دافرادو خصوصې ژوند ددوران يا وخت له اساسي مسايلو څخه جلا منعکس شي . بلکې دادی چې واقعي تراژيک برخوردونه اوشخړې په پراخه مفهوم سره منعکس کړي . دننگيال ناول لنډيز دهغه داثر په پای کې را لنډ شوي دی . هغه ددرد کيسه کوي دانساني درد اودهغه  دماحول درد . دهغه په دغه اثر کې دهغه شخصې اوذهني حالت دټولنې دژوندانه دپيښو څپانده سمندر ته لاره کړي اودهنري اثر په توگه دهغه په خلاقيت کې اخښل � �ويدی .  ناوليټ سره له دې چې ځينې خبرې لري چې په مناسب وخت کې پرې خبرې کوو . داځکه چې دادنقد اوارزونې بحث نه دی بلکې يوازې ځينې فکرې اړخونو ته مو گوته نيولې ده .  خپلې خبرې په وروستۍ جمله پايي ته رسوو  : چې په سيده توگه د بې مانا اوپوچ ژوند دپای مانا ورکوې .   ((خو زه ستړې شوي يم اوله ليوانو سره جگړه نه شم کولې .))  لندن --۳ نومبر  -۲۰۰۶    يادښتونه :  ۱- ننگيال اسحاق .سيوری . چاپ دانش کتابخانه ‘ قصه خوانې بازار . پيښور ۱۳۷۷. ۲. اشوري داريوش . شعروانديشه . (چاپ سوم ) نشر مرکز۱۳۸۰ ۳. البر کامو. سقوط . ( شورانگيز فرح .) څلورم چاپ ۱۳۷۷. ۴. ارزيابي اثار واراي صادق هدايت . ( گرداورنده مريم دانايي بروم ند )  ۵. داريوش اشوري . عرفان ورنديدرشعر حافظ ‘ ۱۳۷۹ تهران مرکز  دليکوال يادښتونه  ۷-صادق هدايت بوف کور ۱۲ چاپ ۱۹۶۹ ",ننگيال له ژوند سره په ننگونو کې (دم. اکبر کرگر لیکنه ) 5937,," په بلخ کې د لويې څارنوالۍ د څلوېښت کسيزې پلاوي م� �ر عبد القدير صافي دغه ولايت ته د خپل سفر په پاى کې خبري رسنيو ته ويلي چې دوى توانېدلي په دغه ولايت کې د اداري فساد او درغليو يوه لويه برخه کشف کړې. د نوموړي په وينا په ځينو برخو کې د دوى څېړنې د يو شمېر دولتي چارواکو د م� �اومت له امله نه دي بشپړې شوې او په درغليو تورن کسان د قانون منګلو ته لا هم نه دي سپارل شوي. د بلخ او حيرتانو ښاروالان او د بلخ ولايت تخنيکي رئيس چې په اداري فساد او درغليو تورن دي د بلخ د والي عطامحمد نور د ملاتړ له مخې نه دي نيول شوي اوهغوى لګول شوي تورونه نه مني. ",په بلخ کې د درغليو لويه برخه کشف شوې 5938,," وروستيوسيلابونو په بادغيس ولايت کې ډېر ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي. په دغه ولايت کې د کلتور او ځوانانو د څانګې مشر منلې چې د بالامرغاب او غو� �ماچ په ولسواليو کې تر سلو ډېر کسان د سېلابونو د راوتو له امله ترې تم شوي دي او کرنيزو ځمکو او د استوګنې کورنو ته يې ډېر زيان اړولى دى. سړکونه او لارې له منځه تللې او که په وخت سره له سېلاب ځپلو سره بشري مرستې ونه � �ي، لوى ناورين به رامنځ ته شي. نوموړې منلې چې تراوسه يوازې د ١٥ تنو قربانيانو مړي لاس ته راغلي دي. د بادغيس والي محمد نسيم توخي منلې چې ٥٠ زرو کورنيو ته ځاني او مالي زيان رسېدلى دى او سيمو ته ورغلې لارې ويجاړې شوې دي. دروغتيا وزارت اته ټنه درمل سيمې ته استولي دي. ",بادغيس کې گڼ شمېر ولسي وګړي مړه اوتري تم شوي 5939,," د برتيانيا لومړي وزير توني بلير د ا� �جزيرې له ټلويزيون سره په مرکه کې منلې چې د صدام حسين له نسکورېدو وروسته په عراق کې تاوتريخوالى يو ناورين دى، خو نوموړي په دغه هېواد د پوځي بريد په اړوند پښېماني ونه ښوده او زياته يې کړه چې بريد په عراق او د صدام نسکورېدل سم کا ر وو. بلير د عراق د خونړيو پيښو مسئولين له القاعده سره تړلې جنګيالي اورپکې وبلل .خو کله چې م� �که کونکي له بلير وپوښتل چې هغه حالت چې د جګړې له امله عراق کې اوس رامنځته شوى يو ناورين نه دي، بلير يې په ځواب کې پخلى وکړ ، چې همداسې ده. ",توني بلر: په عراق کې تاوتريخوالى يو ناورين دى 5940,," افغانستان کې د ناټو د ځواکونو مشر قوم اندان جنرال ديويد ريچاردنن د مشرانو جرګې په ناسته کې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ولسي وګړو وژنه يوه غميزه وبلله او زياته يې کړه چې هڅه به وشي بل ځلې دا ډول غميزه تکرار نه شي . ده هيله څرګنده کړه ،چې افغان ح کومتي چارواکي او افغاو ولس د ترهګرى په وړانده جګړه کې له ذغم څخه کار واخلي . له نوموړي څخه په دغه ناسته کې افغان سناتورانو نورې پوښتنې هم وکړې .ديويد په افغانستان کې د ناټو د ماتې په هلکه ويره څرګنده کړه او زياته يې کړه چې د ناټو او نړيوالې ټلوالې ماتې به اروپا او امريکا ته يو ستر ګذار وي، مګر دغه پيښه به په تر څو چې ستاسې ملاتړ زموږ سره وي رامينځه ته نشي . ",جنرال ديويد: د ولسي وګړو وژنه يوه غميزه ده 5941,," عبدالله پتمن/كابل په پاکستان کې د اسلامې ټلوالې يوه وتلې مشر مولانا فضل الرحمن پرون په لاهور ښار کې يوې خبري ناستې ته ويلې چې په صوبه سرحد او بلوچستان کې به د ښځو نا مشروع قانون پلې کېدو ته پرېنږدي. په صوبه سرحد کې د اسلامې ټلوالې او په بلوچستان کې د يووالې حکومت دى. نوموړي زياته کړه چې مشرف د جنگ اعلان کړى او د اسلامې ټلوالې ټول غړې به په راتلونکې مياشت کې � �ه خپلو دندو گوښه شي. او زياته يې کړه چې د ځاى ناستې ټاکنې به هم پرېنږدو. فضل الرحمان وويل چې دوى هڅه کوي چې د دغه هيواد يو بل گوند پيپلزگوند هم په دغه گام اخيستو کې له ځان سره يو ځاى کړي. ", فضل الرحمان: نوى قانون به په ٢ولايتونوکې نه پلى کېږې 5942,," دغه زېرمې دخوست ولايت دنادركوټ ولسوالۍ اړونددزنيخېلوپه ميرګوړي كلي دملي امنيت رياست موظفينولخواكشف اوترلاسه شويدي . ددې ولايت دملي امنيت � �يس صنم ګل ويلي دي چې  يوشمېرلاسي بمونه،اتياكړۍ (بي،ايم ۱۲) سرګلولې ،څلوېشت ډزه دهاوان مرمۍ ،څلورډزه د� �اكټ اندازمرمۍ،دچاوديدونكوتوكيويوه څلوركيلوګرامه خښته ،د(ډي،سي ) توپ شپېتۀ كړۍ سرګلولې ،درې دانې دماين چاودونې بطرۍ،يوشمېرموزايل ،اووۀ كړۍ فشاري ماينونه،يوصندوق دسلوتخنيكي توكي،يوه دستګاه ريموټ كنترو� �،يوصندوق داكتيف دستګاه توكي،درې پايې دوربينونه،دريموټ كنترول ماينونويوه دستګاه چې (۸) ځلې دماين چاودونې كارترې اخيستل كيداى شي ، ۲۰۳ كړۍ باروت  اودوه دانې په چاوديدونكي توكي سمبال دځان وژنكي كمربندونه دوى پدې زېرموكې كشف اوترلاسه كړيدي . ",په خوست كې دوسلودوې زېرمې كشف شوې 5943,," ټاکل شوې ده د هندوستان د باليود سينما له ښکلې او وتلې ستوري ايشوارياراى څخه د اونۍ په پاى کې د ګمرکي چارواکو له خوا يو لړ پوښتنې وشي .د پوښتنو او ګ� �ويږنو لامل هغه مهال راپيدا شو چې د ايشوارياراى په نامه چې دا مهال په راجستان کې د فلم جوړولو په شوټنګ اخته ده، له هالنډ څخه د پست له لارې ناقانونه پيسې رارسيدلي دي . د ګمرک چارواکو منلې چې په کڅوړه کې ٤٠ زره يورو او ٣٠ زره ډالر رارسيدلى دى ، چې د ګمرکي قوانينو سره اړخ نه لګوي .ويل کيږي چې په دغو پيسو په خپله ايشوارياراى هم ممکن خبره نه وي . ",د باليود له وتلې ستوري څخه به پوښتنې وشي 5944,," د ناټو خپرې شوې پاڼې ويلي چې کابل ته نيږدې د م وسهي د پاينده خيلو په کلي کې د ناټو او افغان د ګډو عملياتو په ترځ د پنجشنبې سهار يو ترهګر وژل شوى او ٤ تنه نور نيول شوي دي .په عملياتو کې د ناټو او افغان ځواکونو ته زيان نه دى رسيدلى . عيني شاهدانو ويلي ، چې نيول شوي کسان هم ټپيان شوي دي . ",ناټو : يو ترهګر مړ او ٤ نور نيول شوي 5945,," عبدالله پتمن/كابل د خيبر ايجنسې په  اکاخېل سيمه زاور کې د اسلام لښکر او انصارالاسلام ترمنځ په سخته نښته کې ۱۰ تنه مړه او ۱۲نور ژوبل شوي دي. د دغه ايجنسې د چارواکو په وينا جگړه تر اوسه دوام لري. او د يو او بل کورونو ته د اور اچولو خبرونه هم تر لاسه � �وې دي. په جګړه کې درنې وسلې هم  کارول شوې دي. د راپورونو له مخې جگړه هغه مهال پيل شوه چې د پنجشنبې په ورځ د تيرا د سيمې نه د انصارالاسلام شاوخوا ۲۰۰غړو د اکاخېلو نه باړې ته روان وو او د زاور په سيمه کې د مخالفي فرقې لښکر اسلام غړو تر بريد لاندې راغلل. او د يوه موټر په گډون يې ۱۲ تنه ترې ونيول. په ځواب کې يې د انصارالاسلام نورو وسله والوکسانو مورچې ونيولې او په يو بل يې د درنو وسلو ډزې پيل کړې. په جګړه کې د لښکراسلام ۴ او د انصارالاسلام ۲ تنه مړۀ او تر دواړو اړخونو د ولسي کسانو مرګ ژوبله ډېره. د � �اپورونو له مخې په مړو کې د قمبرخېل، اکاخېل او نوروسيمو اوسيدونکې شامل دي. د مسترې گل په نوم يو تن چې خپل ځان يې د اسلامې لښکر مرستيال ښوده له يوه نامعلوم ځاى څخه په ټلېفون کې وويل په نښته کې له مخالف اړخه شاوخوا۲۵ تنه وژل شوې دي. او ۲۰ تنه نور يې يرغمل کړي خو د انصارالسلام له اړخه دغه دعوه رد شوې ده. د يادونې وړ ده چې د اسلامې لښکر يو قومندان منگل باغ يوه کمېټه جوړه کړې وه چې خلکو ته به يې د جرم په بدل کې اسلامې سزا گانې ورکولي. وروسته بيا د انصارالاسلام په نوم بله اسلامې ډله پيدا شوه چې د اسلامې لښکر کارونه يې د اسلام څخه مخالف بلل ",د خيبر په خپل منځي جګړه كي ۱۰ تنه مړه او ۱۲ ژوبل شول 5946,," عبدالله پتمن/كابل پرون په نيپال کې د بشري ح� �ونو کمېسون وويل چې ماويستان اوس هم د جگړې لپاره ماشومان په زور گماري. د دغه كمېسون په راپور كي ويل شوي چې م اويستان د پيسو په زور دغه ماشومان له خپلو ټولگيو څخه لرې ځايونو ته تښتوي. دغه كمېسون مخکې هم ورته تو� �ونه په ماويستو ياغيانو لگولې و. او ويلې و چې له ماشومانو څخه ناوړې گټې هم اخلې. جنگيالي څه موده وړاندې په دې م وافقې ته رسيدلې و چې له حکومت سره به خپله لس کلنه شخړه پاى ته رسوي. وسلې به غورځوي او سرتېرې به يې د ملگرو م� �تونو يوه برخه جوړېږ ",ماويست ياغيان ماشومان جګړې ته بيايي 5947,," د کابل د امينه قوماندانۍ له جنايي جرم ونو سره د مبارزې د څانګې مشر جنرال علي شاه پکتياوال منلې چې افغان دولتي پوليسو د کابل ښار د يوولسمې ناحيې له سيمې څخه داسې يوه دستګاه ترلاسه کړې، چې په ځانمرګو بريدونو او بم جوړولو کې ترې کار او ګټه اخيستل کېده. له دې سره سم د نومو ړي په وينا د ځانوژونکو بريدونو څو بهرني واسکټونه او يوه اندازه بمونه هم پوليسو تر لاسه کړي دي. ",په كابل كي د بم جوړولو دستګاه ترلاسه شوه 5948,," طالب جنګيالي ادعا کوي چې د غزنى د مقر ولسوالۍ کې يې د افغان دولتي عسکرو د ګزمې په موټرو وسله وال بريد کړى دى . چې له امله يې د يو طالب وياند ډاکتر حنيف په وينا ٤ دولتي عسکر مړه او ٢ تنه نور ټپيان شوي دي . د مقر د پوليسو مشر د بريد پخلۍ کوي خو د طالبانو دا ادعا نه منى چې عسکر په کې وژل شوي دي . بريد د جمعې مازديګر شوى دى . همدا شان طالب وياند ادعا وکړه چې پرون غرمه يې د زابل ولايت د سيورى ولسوالۍ کې د لوژستيکي توکو دوه باروړنکي موټر سوځولي دي . نوموړي د فراه د دلارام او د فرارود د پيتاوک په سيمه کې دد دوو جلا بريدونو ادعا کړې ، چې له امله يې د نوموړي په وينا ګڼ شمير دولتي عسکر م ړه او ژوبل شوي دي . ده منلې چې په دې پيښو کې ٣ تنه طالبان ټپيان شوي دي . ",طالبان په دولتي ځواکونو د بريدونو ادعا کوي 5949,," د هرات والي سيد حسين انوري منلې چې د اسلام کلا ګمرک نوي تاسيسات جوړيږي او د بيا پراخوالو پر چارو به يې ١٦ ميليون ډالر لګښت راشي ، چې د امريکا او ا� �مان له لوري ورکول کيږي .د نوموړي په وينا نوې طرحه جوړه شوي چې د جوړولو کار به يې ډير ژر پيل او د يو کال په ت� �ځ کې به بشپړ شي . ",د اسلام کلا په ګمرک ١٦ ميليون لګول کيږي 5950,," د امريکا يو ډيمو کراټ سناتور کنټ کنراد د جمهوري ګوند د باوري سرچينو د اوريدو نه وروسته ويلي ، چې د امريکا دفاع وزارت ،پنټاګون به د راتلونکي کال کې د عراق او افغانستان کې د جګړې د لګښتونوله پاره ١٢٧ ميليارد ډالر نوره بودجه وغواړي . ټاکل شوې ده نوموړى سناتور به په راتلونکي کال د سنا د بودجې د کميسيون مشري ترلاسه کړي .په دغه بودجه کې هغه ٧٠ ميليارد ډالر بودجه نه راځي کوم چې پتناګون په ٢٠٠٧ کال کې عراق او افغانستان کې د پوځي عملياتو له پاره غوښتي ده .له بل لوري امريکايي ورځپاڼې يو اس اس ټوډې په پرونۍ ګڼه کې د امريکا د مجلس د يو استازي له خولې ليکلي ، چې د امريکا دفاع وزارت غواړي په راتلونکي زيږديز کال کې د عراق او افغانستان د جګړو بودجه ١٦٠ ميلياردو ډالرو ته لوړوه کړي .و� �ځپاڼه زياتوي چې د ترهګر ى ضد جګړه کې دغه لګښتونه د ويتنام د جګړې د لګښت په پرتله چې ٥٣٦ ميليارد ډالروو څخه � �يريږي . ",پنټاګون جګړې ته ١٢٧ ميلياردډالر غواړي 5951,," د هندوستان په پلازمينه ډهلي کې د افغانستان له پاره د سيمه ايزو اقتصادي همکاريو دوهمه نړيواله ناسته نن د افغان ولسمشر حامد کرزي او د هند د � �ومړي وزير من موهن سنګ په ويناوو پرانيستل شوه . په دغه ناسته کې د کوربه هېواد او د افغانستان د ٦ ګاونډيو هېوادونو، ٨ سترو صنعتي هېوادونو ، ملګرو ملتونو ، نړيوال او اسيايي بانکونو استازي گدون لري . حامد کرزي د وينا په ترځ کې د تيرو پنځو کلونو په ترځ کې د پرمختګونو او لاس ته راوړنو د يادون تر څنګ ومنله چې اوس هم د افغانستان په وړاندې جدي ستونزې شته او زياته يې کړه چې دافغانستان بې ثباتي ټوله سيمه د بې ثباتى له ګواښ سره م خامخ کوي .نوموړي له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي .ددغه کنفرانس اصلي ټکي د سوداګرى پراختيا، ترانزيتي وړل او راوړل ، د بريښنا لرل ، د کرنې له برخو سره مرسته او په سيمه او افغانستان کې د بهرنيو پانګوالو هڅول دي .کرزي د سيمې د اقتصادي همکاريو ديوالي غوښتونکى شو. د هند لومړي وزير هم په افغانستان کې د سولې او امنيت ثبات نه يوازې د افغانستان په ګټه بلکه دهندوستان د سولې او امنيت په برخه کې هم اغيزمن وباله . نوموړي کرزي ته ډاډ ورکړ چې د هند اقتصادي مرستې به له افغانستان سره دوام ومومي . ",کرزي :د افغانستان ناکراري د سيمې ناکراري ده 5952,عزت الله پېژاند_کابل," شاعر: ميثمژباړن:  عزت الله پېژاند بله ورځ هم  تېره شوهپرته له دې چې د ژوندون لپاره، يو سم دليل و مومپرته له دې چې په دې وپوهېږم ولي زندګي کومهپرته له دې چې عقل يار شي زما     بله ورځ هم تېره شوهزما له ټولو نهيليو سرهله خپلو ټولو بې دليله (ولي ؟ ولي؟) سره له  بې مانا غوسې او قهر سره بله ورځ هم تې� �ه شوه او زه له  ژوند څخه هيڅ نه غواړمه او  زما سترګې اوس هم، د تياره وره پر لور دياو  زه تر اوسه لا وروست شوی نه يمبله ورځ هم تېره شوه د تېرې ورځې په نابشپړه ډولد بلې ورځې په څې� �،چې د دا نن په څېر به، شي تېره زما مخې تهد ټول تاريخ په شانيبله ورځ هم تېره شوه له دې سره سره چې ما د يو بلې ورځې تمه لرلله دې سره سره چېد خپل اميد په انتظار کې ومه له دې سره سره چې زما د ژوند د پيلېدو نېټه وهبله ورځ هم تېره شوه. د شعر د ليکلو نېټه: 1385 ل./4 /21/ ",بله ورځ هم تېره شوه 5953,,"   نن دنومبر ۱۸ نيټه دشنبي ورځ دکندهاردطبي ډاکترانودټولني په نوښت دافسرده ګي ياDepression  په هکله علمي کنفرانس دښاغلي ډاکترمح مدهاشم وفا دکندهاردطب دپوهنځي استاد لخوا ترسره سو. څرنګه چه د۳۰کالو جګړي په نتيجه کي دافسردګۍ يا Depression پيښي زيات ليدل کيږي ، نوموړي ټولني لازمه وبلل چه دډاکترانواوطبي کارکوونکو دمهارتونو دلوړولو په موخه پورتنی کنفرانس ترسره کړي ، په نومړي کنفرانس کي ۲۵ پنځه ويشت ډاکترانو برخه اخيستي وه ،دکنفرانس په وروستي ب� �خه کي دکابل دطب پوهنځي استاد ‌ډاکترعبدالرزاق منظم خپل تجارب دنوموړي ناروغي په هکله ددوستانوسره شريک کړه . ",په کندهار کي دطبي ډاکترانو دټولني لخواطبي کنفرانس 5954,," د عراق په سهيل کې بصرې ته نږدې تېره ورځ د يوه پوځي کاروان څلور امريکايي او يو استراليايي امنيتي ځواکونه د وسله والو کسانو له خوا تښتول شوي دي. د راپو� �ونو له مخې له تښتول شوو کسانو څخه د پاکستان ، هند او فيليپين ٩ تنه بېرته راخوشې شوي دي. امريکايي او ب� �يتانيايي سرتېرو د دغو کسانو د بېرته راخوشې کېدو پخ موخه پراخې پلټنې پيل کړي دي. د بريتانيا د پوڅ وياند وويل په دغه سيمه کې له ځينو وسله والوسره نښتې هم وشوې. ",په عراق کي پنځه بهرني عسکر تښتول شوي دي 5955,," د سوډان  دولت وايي د  دارفور په کړکېچنه سيمه کې  د افريقايي ټولنې د سولې د ساتلو لپاره د ملګروملتونو د لوژيستيکي او مالي مرستو څخه ه� �کلى کوي. خو ملګروملتونو ته د دغه ځواکونو د قومانداني له تسليمولو سره مخالف دى. سوډان په وار وار د افريقايي ټولنې د ځواکمنو ځواکونو ځاى پر ځاى کولو په اړه د ملګرو ملتونو طرحې رد کړي دي. د سوډان  ولسمشر عمر بشير تېره ورځ  د دغه هېواد په ټلويزيون کې وويل، د سوډان دولت د دارفور په کړکېچنه سيمه کې د افريقايي ټولنې د تقويت � �پاره د ملګروملتونو د لوژيستيکي ، مالي يا تکنيکي مرستو څخه هرکلى کوي. د دارفور په درې کلنه جګړه کې شاوخوا � �00 زره کسان وژل شوس دي او ٢ مليونه نور بې کوره شوي دي. ",سوډان دUNد لوژيستيکي او مالي مرستوڅخه هرکلى کوي 5956,," د وروستيو سيلابونو د راوتو له امله په بادغيس، فراه، فارياب او جوزجان کې مرګ ژوبله رامنځته شوې او ډېر مالي زيانونه يې د سيمې ځايي اوسېدونکو ته اړولي دي. د بادغيس په دوو ولسواليو بالا مرغاب او غورماچ کې ٥٦ تنه مړه، لسګونه نور ترې تم شوي دي. چارواکو ويلي ٢٥٠ کورونه په بشپړه توګه وران شوي، پلونه،بازارونه، لارې، سړکونه، پراخه کرنيزه ځمکه، دولتي او غير دولتي تاسيسات زيانمن شوي دي. د جوزجان د دشت ليلي په سيمه کې مېشتو کوچيانو ته ډېر زيان رسېدلى دى. د چارواکو په وينا سل کورونه وران اودوه ماشومان ترې تم شوي دي. ډېر شمېر څاروي او د اوبو سرچېني له منځه تللي دي. د فرا په انار دره او پرچمن ولسواليوکې د استوګنې لسګونه کورونه او دوکانونه وران او زيانمن شوي دي. د فارياب په خواجه سبز پوش او شيرين تګاب ولسواليو کې د چارواکو په وينا د يوې ميرمنې او ماشوم په ګډون ٥ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي او په سلګونو جريبه ځمکه ويجاړه شوي ده. بېنوا ته له سېلاب ځپلو سيمو څخه د ځينو باوري رپوټونو له مخې ويل شوي، چې له سيلاب ځپلو سره د بشري مرستو لړۍ ډېره پڅه ده او حتى نشته، دولتي او غير دولتي څانګې او ادارې يوازې د ناستو او بيړنيو مرستو په ژمنو سره هر څه تر پښو لاندې کړي دي. د ژمي د ساړه موسم په رارسېدو سره دا يوه بله غميزه ده چې افغان ولس ورسره لاس او ګرېوان شو. ",سيلابونو نوره مرګ ژوبله هم رامنځته کړې 5957,," د روغتيا د وزير ډاکتر فاطمي � �ه لوري د کابل ښار د دشت برچي د سيمې د يوه روغتيايي کلنيک د بنسټ ډبره نن کېښودل شوه. دغه روغتيايي کلينيک د چاپان په مرسته د ٤ سووزرو ډالرو په لګښت په عصري توګه جوړېږي. ",په کابل کې د يوه روغتيايي کلنيک دجوړولو کار پيل شو 5958,," د خوست د جنايي جرمونو د څانګې مشر سمونوال محمد يعقوب � �ه بېنوا ويبپاڼي سره په خبرو كي ومنله، هغه ځانمرګى چې د خوست د منګس د کلي د اوسېدونکو په مرسته وپېژندل شو، له هغه وروسته يې نن مازديګر ځان والوزاوه، چې د پوليسو له خوا کلا بند شو. نوموړي زياته کړه په پېښه کې يوازې په خپله ځان وژونکى له منځه تللى دى. ",په خوست کې يو ځانمرګى ووژل شو 5959,," د زابل امنيتي چارواکو منلې چې د شينکي ولسوالۍ د شېخ متي (رح)د ښوونځي سرمعلم عبدالرزاق چې له قلات ښار څخه د ولسوالۍ په لور روان وو، د لارې په اوږدو کې د ناپېژاندو کسانو له خوا تښتول شوى دى. د پېښي په اړوند پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړي دي. ",يو تن سرمعلم وتښتول شو 5960,قدوسي سليمانخيل," اسلامي شریعت د باشرفه اخلاقو په پاللو ټینګار کړی دی اومسلمانان له بدو اخلاقو څخه په دې اساس  منع کوي چي بد اخلاق افرادو او ټولني ته ضررونه پېښوي . د اسلامي شریعت یوه خوبي دا ده چي هغه نسلونه او ناموسونه له  هر هغه تېري څخه ساتي چي هغه یې چټل کوي او د هغه چا لپاره یې سختي سزاګاني ټاکلي دي څوک چي د نورو په عزتونو تېری کوي الله تعالی فرمایي : الزانية والزاني فاجلدوا كل واحد منهما مائة جلدة ولا تأخذكم بهما رأفة في دين الله (2 سورة النور) زناکاره ښځه او زناکوونکی نا� �ینه هریو سل دُرې ووهۍ او د الله تعالی د حد په تطبیقولو کي په هغوی زړسوی مه کوۍ . دا دهغه زاني لپاره سزا ده چي د هغه واده نه وي شوی (غیر محصن وي) او که یې واده شوی (محصن) وي بیا یې سزا داده چي تر هغه وخته به په ډبروویشتل کېږي چي تر څو مړشي همدا راز  اسلامي شریعت مسلمانان د هغه چا له نکاح څخه منع کوي چي هغه په زنا کولو سره پېژندل شوي وي الله تعالی فرمایي: الزاني لا ينكح إلا زانية أو مشركة والزانية لا ينكحها إلا زان أو مشرك وحرم ذلك على الم� �منين (3 سورة النور) زنا کوونکی نارینه له زناکاري او کافري ښځي څخه پرته بله ښځه په نکاح سره نه آخلي او زناکاره ښځه له زناکار او کافر نارینه څخه پرته له بل نارینه سره نکاح نه کوي او دا په مسلمانانو حرام ګرزولی شوی دی . یوازي دانه ده بلکه اسلام د عزتونو د ساتني لپاره هغه چاته د شهید رتبه ورکړي ده څوک چي له عزت او ناموس څخه ددفاع په لار کي مړ شي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : ومن مات دون عرضه فهو � �هيد څوک چي له خپل عزت څخه ددفاع په خاطر ووژل شي هغه شهید دی . اسلامي شریعت د خپلو بچیانو روزنه په غیرت باندي کوي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : تعجبون من غيرة سعد؟! والله لأنا � �غير منه، والله أغير مني أيا تاسي د سعد بن ابي وقاص (رض) غیرت ته په تعجب کي یاست؟   زما د قسم په خدای وي چي زه تر هغه زیات غیرت لرم او الله تعالی ترما زیات د غی� �ت څښتن دی . هغه څوک چي غیرت نلري په هغه کي خیر نشته هغه � �ه جنت څخه ځان لېري کوي او د جهنم په لاره روان دی ، داسي کسان خپل عزت نوروته د لوبو لپاره وړاندي کوي چي هغه ته په کتابونو (( دیوث)) ویل کېږي او مونږ ورته دهوس او یا مردګاو وایو دا عبارات د هغه چا لپاره کارول کېږي چي هغه په خپل عزت غیرت نه خوري  او یا د خپلو ښځینه وو په بد فعلي او یا غلطو تصرفاتو خبر شي او سترګي ورباندي پټوي ، دغه ډول کسان خپل ځانونه ذلت او سپکي ته وړاندي کوي  د عموم م سلمانانو او په تېره د پښتنو لپاره عزت او د هغه ساتل زیات ارزښت لري ولوکه یې دعزت او ناموس د ساتلو په لار کي ځان او مال او هرڅه ولاړ شي خو دې ته په هیڅ شکل تیار نه وي چي بې غیرتي ومني او یایې په عزت او ناموس پسي کومه سپکه خبره وکړلي شي . يوشاعر وايي :  أصون عرضي بمالي لا أدنسه..................................................لا بارك الله بعد العرض في المال خپل عزت په مال سره ساتم او چټلتیا ته یې نه ورکوم که مي عزت پایمال شي نو په مال کي مي د بېخي الله تعالی برکت نه واچوي . هغه څوک چي د عزت او ناموس په هکله بې تفاوته وي هغه هم په دنیا کي  له انساني پلوه ساقط شوی ګڼل کېږي او هم په آخرت کي د الله تعالی درحمت له نظر څخه ساقط دی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : ""ثلاثة لا ينظر الله عز وجل إليهم يوم القيامة: العاق لوا� �ديه، والمرأة المترجلة، والديوث درې کسان دي چي ا� �له تعالی به د قیامت په ورځ درحمت په سترګه نه ورته ګوري  یو هغه زوی دی چي د والدینو نافرمان وي  اوبل هغه ښځه چي پایل په پښو کړي او پردو نارینه وو ته ځان ښکاره کوي او بل هغه (دهوس) نارینه چي خپل ناموس نورو ته وړاندي کوي . د دهوسي په رنځ هغه څوک اخته کېږي چي په هغه کي مېړانه نه وي او غېرت یې کمزوری وي ،له دېني پلوه بېدینه وي هغه به تاسو وینۍ چي پردي نارینه به یې کورونو ته ورننوزي  او ده ته به دا بې تفاوته وي چي ښځه یې له هغوی سره ناسته او ولاړي کوي او د هغوی په حضور کي ځان لوڅوي . د زیاتي حیرانتیا خبره خو داده چي دا ډول نارینه به تاسو لیدلي وي چي خپلو ښځو ته به هغه جامې په بیه آخلي چي ددې په ځای چي هغوی پټي کړي نوري به یې هم لوڅوي او دبدن هغه ځایونه به یې برېښوي کوم چي لیدونکي به یې په کتلو باندي شرمېږي او همدغه دهوسان په دې خوشاله کېږي چي یوڅوک یې ښځي ته وګوري او د هغې د ښایست ځایونه وویني . دا ډول په نوم نارینه په دې خوښ وي چي ښځي ته یې آزادي ورکړي ده او له پاکدامني څخه یې بربنډتوب ته را اېستلي ده دا ډول انسانان مړه دي او د ژوندو په څېرو کي ګرزي . امام غزا� �ي رحمة الله تعالی علیه فرمایي : د بې غیرتي نتېجه داوي چي نارینه خپل ناموس او ښځي مخي ته پرېږدي او له هغو سره چي څه کېږي او یا هغوی څه کوي د هغه په هکله بې تفاوته وي اوچي کله خبره دې ځای ته ورسېږي نسبونه سره ګډوډ شي او دا ډول کسان د ټولني نور افراد هم دې بې غیرتي ته را دعوت کوي ویل کېږي : كل أمة ضعفت الغيرة في رجالها ضعفت الصيانة في نسائها د هرقوم د نارینه وو چي غیرت کمزوری شي د ناموسونو ساتل یې له واک څخه ووزي . امام ذهبي رحمة الله تعالی علیه فرمایي : څوک چي د خپل ناموس په بدفعلي خبرشي او خپل ځان په دې وجه ناګاره کړي چي یا خو له هغې سره مینه لري او یا یې پوروړی وي او یا یې واړه ماشومان وي او یا ورباندي برلاسه وي  او په هغه چا کي خیر نشته چي هغه غیرت نلري او څوک چي داسي وي هغه دهوس وي . نن سبالکه چي مونږ او تاسو چي یې وینوخپرندویه وسایل لکه ورځپاڼي تلوېزیونونه هم د دهوسي په ترویج کي بشپړه ونډه آخلي د بې غیرتي فلمونه ډرامې تصوېرونه او ناولونه چي د مسلماني ټولني د افرادو ذهنیتونه خرابوي د ښځي د آزادي تر نامه لاندي او د پردیو په هدایت خپروي ددې په ځای چي دا خپرندویه وسایل د اسلامي تشخص اصلي څېره وړاندي کړي او نوی نسل د اسلام په چوکاټ کي وروزي نور یې هم بې لاري کوي  د هغوی ددې ډول هڅو په هکله صرف دومره ویلای شو چي مقصد یې یوازي دادی چي د هغومادی ګټو په بدل کي چي هغوی یې له خپلو بادارانو څخه لاس ته راوړي د احمدشاه بابا او مېرویس نېکه بچیان ټول دهوسان شي اوبس . الله تعالی ته لاس په دعا یو چي هغه ددې تبلیغاتي وسایلو مالکانو ته هدایت وکړي چي مادي ګټي او دپردیو خوشاله کول شاته کړي اود اسلامي تشخص د ساتلواو ددې عصر له فتنو څخه د نوي نسل دنجات لپاره چوپړ ووهي  او یاهغه په خپل بېساري قدرت سره ژر تر ژره دا تباهي زېږوونکي ترږمۍ لېري کړي او د اسلامي نظام روښانه سباوون د دې مسلماني ټولني په برخه کړي او هغه ته دا هرڅه آسانه دي . ",دهوس او یا مردګاو يعني عزت فروش 5961,قدوسي سليمانخيل," د اسلام مبین دین غواړي چي مسلمانان په امن او سوله کي ژوند وکړي او هغه جرایم یې حرام ګرزولي دي چي هغه د ټولني امنیت ته ګواښ او خطر متوجه کوي ترڅو مسلمانان وکولای شي د هغوی شتمني او ملکیتونه او عزتونه وساتل شي او د همدې مقصد لپاره یې د اسلامي دولت د اوسېدونکیوپه عزتونو او ملکیتونو او  د هغوی په شخصیتونو هر ډول تېری حرام ګرزولی دی او ددې پنځواساسي  شیانو ساتل یې ضروري ګڼلی دی چي هغه د انسانانو له ځانونو، عقل ، دین، نسل ، او مالونو څخه عبارت دي . د غلا ج� �یمه یو له هغو ګواښونو څخه دی چي د افرادو او ټولنو امنیت له خطر سره مخامخ کوي په دې وجه اسلامي شریعت مسلمان له غلا کولو څخه منع کوي او د هغه چا لپاره چي ددې جرم مرتکب کېږي حد او عقاب ټاکلی دی : رسول الله صلی الله علیه وسلم چي به کله له هغه چا څخه چي نوی به په اسلام کي داخل کېدلو دځینو سترو شیانو بیعت اخېستلو چي د هغو له جملې څخه یو هم دا وو چي د خلګو په شتمنیو به تېری نه کوۍ او غلا به نه کوۍ . بايعوني على ألا تشركوا بالله شيئا ، ولا تسرقوا ولا تزنوا الحديث (روه البخاري ومسلم). له ماسره ددې بیعت وکړۍ چي له الله تعالی سره به شریک نه نیسۍ ، غلا به نه کوۍ او زنا به نه کوۍ . همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې خبر راکوي چي هغه رېښتونی مسلمان چي د قوي ایمان څښتن وي کله هم د غلا کولو جرأت نه کوي .  لا يزني الزاني ح ين يزني وهو مؤمن ، ولا يشرب الخمر حين يشرب وهو مؤمن ، ولا يسرق حين يسرق وهو مؤمن (رواه البخاري ومس� �م). زناکار چي کله د زنا په حالت کي وي مؤمن نه وي شرابخور چي د شرابو د څښلو په حالت کي وي مؤمن نه وي غل چي د غلا کولو په حالت کي وي مؤمن نه وي  عن أبي هريرة رضي الله عنه عن ا� �نبي صلى الله عليه وسلم قال: ""لعن الله السارق، يسرق البيضة فتقطع يده، ويسرق الحبل فتقطع يده"". (رواه البخاري ومسلم)  له أبوهریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : الله تعالی د غل انسان له خپل رحمت څخه وشړي که هګۍ غلا کړي نو هم یې لاس غوڅېږي او که رسۍ غلا کړي نو هم یې لاس غوڅېږي . دا معنا چي غل په ابتداء کي هګۍ غلا کوي تر څو یې غلا عادت جوړ شي او که یې جریمه لوڅه شي نو قضیه یې اسلام ته سپارله کېږي چي لاس به یې غوڅېږي . دلته یو څه غور کول په کار ده چي اسلام څومره غلا کول بدکار ګڼي حتی چي رسول الله صلی ا� �له علیه وسلم په خپله په غلاکوونکي باندي لعنت وایي یو له هغو دلایلو څخه چي دغلا جرم بد معرفي کوي  دا حدیث شریف دی . لقد جيء بالنار، وذلكم حين ر� �يتموني تأخرت مخافة أن يصيبني من لفحها (أي لهيبها)، وحتى رأيت فيها صاحب المحجن (عصا ثني طرفها) يجرُّ قُصْبَه ( أمعاءه) في النار؛ كان يسرق الحاج بمحجنه، فإن فطن له قال: إنما تعلق بمحجني، وإن غفل عنه ذهب به"" [رواه مس� �م]. رسول الله صلى الله علیه وسلم خپلو اصحابو ته فرمایي : داچي زه و ځنډېدلم وجه یې داوه چي الله تعالی ماته د دوزخ  اور راولیدلواو ووېرېدلم چي د هغه لمبې مي ونه وهي حتی چي په هغه کي مي د بیت (لکړي) وال غل ولیدلو چي په خپلو کولمو کي یې د خپل بیت کوږ سر اچولی وو او په اور کي یې خپلي کولمې څکولې دا هغه د بیت وال غل وو چي د حج کوونکي مسلمان په سامان کي به یې د خپل بیت کوږ سر بند کړلو که به هغه ورباندي خبرشولو نو ده به ورته ویل چي دا خو په خپله په � �کړه پوري نښتی دی  او که به حاجي نشو ورباندي خبر نو په همدغه شکل به یې د هغه سامان غلا کړلو. لکه هغه یو سړی چي په یوه کور کي مېلمه وو چي وتلو د کور د مالک چرګه یې پټه کړه او په تخرګ کي یې له ځان سره وړه کله چي کوربه چرګه د هغه په تخرګ کي ولیدله نو یې ورته وویل چي مېلمنه و� �وره چرګه چېرته وړې ؟  هغه سمدلاسه چرګي ته په غصه کي وویل : کړې؛؛؛ داته چېري راپوري نښتي یې ؟ مقصد یې دا وو چي چرګه ما نه ده غلا کړي هغه په خپله په ماپوري نښتي ده . کله چي یو چاته د اسلام همدغه تبلیغي او اصلاحي اړخ ګټه ونه رسوي او له غلا کولو څخه لاس نه واخلي نو بیا � �که چي ویل کېږي وروستی علاج داغ دی نو اسلامي شریعت د همدغه ضعیف النفس انسان قضیه چي د خلګو شتمنۍ غلا کوي  د قضاء مجلس ته سپاري چي هغه بیا د تور له اثباته او د پېژندل شویو مراحلو له تعقیب څخه وروسته د مسلمانانو په عمومي  محضر کي د هغه د لاس د پرې کولو پرېکړه کوي تر څو په لوم ړي سر کي همدغه غل د عبرت درس واخلي په دوهم قدم کي د خلګو شتمنۍ وساتلي شي او په درېیم قدم کي نور مسلمانان و� �څخه عبرت واخلي تر څو بل څوک د دا ډول جرایمو د ارتکاب جرأت ونکړي . الله تعالی فرمایي : وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوا أَيْدِيَهُمَا جَزَاءً بِمَا كَسَبَا نَكَالاً مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ [المائدة:38]. كه غل نارينه وي او که غله ښځه نو لاسونه یې په دې وجه غوڅوۍ چي په همدغو � �اسونو یې غلا کړي ده دا دالله تعالی له خوا د هغوی لپاره عذاب دی او الله تعالی زورور او د حکمت خاوند دی . کله چي همدا اسلامي حدود په اسلامي هېوادونو کي عملي او نافذ وو خلګو په امن کي ژوند کولو نه یې ځانونو او نه یې عزتونو او نه یې شتمنیو ته کوم خطر پېښېدلو هغوی به پنځه وخته د جماعت لمانځه تللو او خپل تجارتي ځایونه او دکانونه به یې پرانستي پرېښودلو چي په خیال کي به یې هم په خپل ملکیت د چا د تجاوز او یا تېری خیال نه ورګرزېدلو . خو کله چي له اروپا څخه وارد شوي وضعي قوانین په اسلامي هېوادونو کي پلي شول او اسلامي قوانین او حدود د تعمیل له اعتبار څخه ولوېدل نو هغه جرایم چي په هماغو هېوادونو کي وو هغه یې هم له ځان سره اسلامي هېوادونو ته رانقل کړل  او د اسلامي حدودو په تعطیل سره د مسلمانو ټولنو امنیت هم له خطرونو سره مخامخ شو همدا وجه وه چي کله به هم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د غلا قضیه پورته شوله سمدلاسه به یې د هغه لاس غوڅولو او په دې لړ کي یې د هیچا مراعات  نه کولوو لوکه به د لوړ منزلت خاوند هم وو فرمایي :   لو أن فاطمة بنت محمد سرقت لقطعت يدها"" (رواه البخاري ومسلم). كه فاطمه د محمد(ص) لور فاطمه هم غلا وکړي نو زه به یې لاس غوڅوم . کله چي دا شرعي حدود عملي بڼه ونیسي او هغه څوک چي د سزا مستحق وي ورته ش� �عي سزا د مسلمانانو په عمومي کتنځای کي ورکړه شي د امنیت مراندي په ټولنه کي ټېنګېږي او د ضعیف النفس انسانانو لپاره عبرت ګرځي او په عین وخت کي د مجرم لپاره د ګناه کفاره ګرزي او دا سزا د هغه لپاره د توبې حیثیت لري . عن عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما قال: ""إن امرأة سرقت على عهد رسول الله صلى الله عليه وسلم فجاء بها الذين سرقتهم، فقالوا: يا رسول الله! إن هذه المرأة سرقتنا، قال قومها: فنحن نفديها بخمسمائة دينار. فقال: اقطعوا يدها. فقطعت يدها اليمنى. فقالت المرأة: هل لي من توبة؟ قال: نعم. أنت اليوم من خطيئتك كيوم ولدتك أمك. فأنزل الله عز وجل في سورة المائدة: له عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کي یوې ښځي غلا وکړه د چا چي غلا شوي وه هغوی دا ښځه تر لاس نیولي راوستله او رسول الله ص� �ی الله علیه وسلم ته یې وویل چي یارسول الله همدغي ښځي زمونږ غلا کړي ده د هغې ښځي قوم وویل چي مونږ به یې پنځه سوه دیناره فدیه ورکړو خو رسول الله حکم وکړ چي لاس یې غوڅ کړۍ د هغې لاس غوڅ کړل شو  بیا هغې ښځي وویل یارسول الله آیا زما لپاره توبه شته؟  رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : ته نن له خپلي ګناه څخه داسي پاکه شوې لکه په کومه ورځ چي ته خپلي مور زېږولي وې او د الله تعالی له لوري همدغه آیت کریمه چي په سورة المائدة کي دی نازل شو : فَمَنْ تَابَ مِنْ بَعْدِ ظُلْمِهِ وَأَصْلَح َ فَإِنَّ اللَّهَ يَتُوبُ عَلَيْهِ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ  (الم ائدة:39). چاچي وروسته له ظلم کولو څخه توبه واېستله او روغه لاره یې خپله کړه الله تعالی یې توبه قبلوي په رېښتیاسره چي الله تعالی بښونکی او مه� �بان دی . ځیني د اسلام د ښمنان  غواړي عامه ذهنیتونه په دې پروپاګند بېلاري کړي چي د غلا جریمه په دې نه ارزي چي د یوه انسان لاس ورباندي غوڅ کړل شي او په هغو حدودو تنقیدونه نیسي کوم چي د ټول جهان خالق او مالک د جرایمو د م خنیوي لپاره ټاکلي دي ځکه خو اوس د جرایمو هغه څپې چي مخکي یوازي تر غیر اسلامي هېوادونو پوري منحصري وې اوس اسلامي هېوادونو ته هم راورسېدلې وروسته له هغه چي د اسلامي هېوادونو واکمنانو د اقتدار د ساتلو لپاره د نړۍ وال استعمار قوانین او بشری تشریعات په خپلو هېوادونو کي د اسلامي قوانینو په ځای تعمیل کړل  الله تعالی د زمونږ مسلماني ټولني له هر ډول ناوړو پېښو څخه په خپل قدرت سره وساتي . ",د غلا جریمه عمومي امنیت ته ګواښ 5962,قدوسي سليمانخيل," په هر مسلمان باندي لازم دی چي د خپل ځان او اولاد د نفقي لپاره هميشه د يوي حلالي او جائزي وسيلې د تلاش كوشش وكړي په دې باندي مسلمان ته اجراوثواب هم وركيري او په داسي رزق كي بركت هم زيات وي  حلال رزق دې ته وائي چي انسان د خپل رزق لپاره هغه وسائل په كار واچوي چي شريعت ْورته اجازت وركړی وي او درزق په لاس ته راوړلو كي له هغو وسائلوڅخه ځان ْوساتي چي هغه په اسلامي شريعت کي حرام بلل شوي وي او یا په کي د حراموالي څه شک وي لكه غصب ظلم او  بدماشي،  سودکول , غلاکول، قماربازي ، په راکړه ورکړه کي دروغ ويل په دروغو قسمونه خوړل  ، بيكاره شي د ښه شي په نامه خرڅول، ملاوټ یعني د ښه او بېکاره شیانو ګډول او د ښه شي په نوم یې خرڅو� �، دهوكه او فريب، په ناجائزه په يوچادعوه كول ،  لاري نيول، په  زوراوظلم دچا په جايداد تجاوزكول  دالله تعالى حقوق نه په كي پالل لكه لمونځ اودس روژه زكات حج او خيرات. او داسي نور… په دي ذكرشويو كارونو حلال رزق حرامېږ ي كه ئي ه� �څومره په محنت او خولو او  ستوماني لاس ته راوړي  او د هغه كس دا يقين وي چي  زما كسب حلال دي  مقصد دادي چي په هره ح� �امه ذريعه چي كوم رزق لاس ته راشي هغه حرامېږي او چي كسب حلال وي او حرام ذرائع په كي په كار نه  واچول شي او وسایل یې هم حلال وي هغه رزق حلال دي . د حلال رزق تلاش او یا دهغه لپاره اسباب برابرول او ورپسي سفر کول کومه ګناه نه ده بلکه له مؤمن څخه د حلال رزق د تلاش لپاره سعی کول شرعا مطلوب کاردی او د الله تعالی له خوا مسلمان ته ورباندي اجر اوثواب ورکول کېږي . الله تعالی فرمایي : فامشوا في مناکبها و کلوا من رزقه . تګ وکړۍ د زمکي په اطرافو او څنډو کي او د زمکي له ارزا� �و  خپل خوراک لاس ته راوړۍ . أي فسافروا حيث شئتم من أقطارها وترددوا في أقاليمها وأرجائها في أنواع المكاسب والتجارات واعلموا أن سعيكم لا يجدي عليكم شيئا إلا أن ييسره الله لكم ولهذا قال تعالى وكلوا من رزقه فالسعي في السبب لا ينافي التوكل (تفسير ابن كثير) ابن کثیر د ذکرشوي آیت په تفسیر کي لیکي : سفرونه وکړې د زمکي بېلابېلو سیمو ته او د هغې په هېوادونو د کسبونو او تجارتونو لپاره وګرزۍ او په دې هم عقیده وساتۍ چي ستاسو هڅي او کوششونه هغه مؤثر کېدلای شي چي د الله تعالی یې درته آسانه کړي او د رزق لپاره تلاش هڅي له توکل سره څه تضاد نلري .   فامشوا في مناكبها أي لطلب الرزق والمكاسب (تفسير السعدي) تفسیر السعدي لیکي چي ددې آیت مفهوم دا دی چي د رزق د لاس ته راوړلو او د کسب د کولو لپاره د زمکي مختلفو سیمو ته سفرونه وکړۍ . وكلوا من رزقه  أي انتفعوا بما أنعم جل شأنه وكثيرا ما يعبر عن وجوه ال� �نتفاع بالأكل لأنه الأهم الأعم وفي أنوار التنزيل أي التمسوا من نعم الله سبحانه وتعالى على أن الأكل مجاز عن الإلتماس من قبيل ذكر الملزوم وإرادة اللازم قيل وهو المناسب لقوله تعالى امشوا وجوز بعض إبقاءه على ظاهره على أن ذلك من قبيل الإكتفاء وليس بذاك واستدل بالآية على ندب التسبب والكسب وفي الحديث أن الله تعالى يحب العبد المؤمن المحترف وهذا لا ينافي التوكل بل أخرج الحكيم الترمذي عن معاوية بن قرة قال مر عمر بن ا� �خطاب رضي الله تعالى عنه بقوم فقال من أنتم فقالوا المتوكلون قال أنتم المتاكلون إنما المتوكل رجل ألقى حبة في بطن الأرض وتوكل على ربه عز وجل (روح المعاني) تفسیر روح المعاني لیکي چي د رزق د حاصلولو لپاره د الله تعالی له هغو نعمتونو څخه ګټه واخلۍ کوم چي هغه ستاسو لپاره د زمکي په بېلابېلو سیمو کي برابر کړي دي او دا آیت په دې دلالت کوي چي کسب کول او د رزق اسباب برابرول یو ښه او مستحب کار دی او په حدیث شریف کي دي چي الله تعالی کاسب مسلمان خوښوي او دا کار له توکل سره کوم ټکر نه لري ، ترمذي د معاویة بن قرة له خولې څخه روایت کوي چي عمر بن الخطاب په یوه ډله خ� �ګو تېرېدلو پوښتنه یې ځیني وکړه چي تاسي څوک یاست ؟ هغوی ورته وویل چي مونږ متوکلین یو چي په الله تعالی مو ځانونه سپارلي دي هغه په ځواب کي ورته وویل : چي تاسي تیار خواره یاست متوکل هغه څوک وي چي په زمکه کي دانې و� �یندي او بیا یې په الله تعالی وسپاري . امام السرخسي په خپل کتاب المبسوط کي لیکي چي پښتو خلاصه او ترجمه یې په لاندي شکل ده : يعني سفرونه وكړۍ او د زمكي په هرپلو كي د رزق د تلاش لپاره وګرزۍ مختلفو ملكونو او لويو وچو ته ولاړشۍ او كوم نعمتونه چي الله تعالی پيداكړي دي له هغو څخه ګټه پورته كړۍ او تيار خواره مه جوړېږۍ ،. حلال كسب د انبياوو پيشه ده اّدم عليه ا� �سلام دهقان وو او زراعت ئي كولو جبرئيل عليه السلام ورته وښودلو،  نوح عليه السلام تركاڼ وو دنجاري په كسب ئي رزق پيداكولو ، ادريس عليه االسلام درزي وو دائي ذريعهْ معاش وو ، ابراهيم عليه ا� �سلام مساله فروش (پنسار) وو (البزارهوبائع البزوروهي البقول والتوابل) په دي ئي خپله نفقه پيداكوله، داوود ع� �يه السلام زغري جوړولي همدائي كسب وو يوه زغره به ئي په دوولس زره مروجي سکې خرڅوله خپل مصارف یې هم ځيني پوره كول په  بيت المال كي ئي هم ورڅخه ښودلي او په مساكينو  ئي هم ځيني خيرات كولې،  سليمان عليه السلام پيمانې جوړولې او نفقه ئي له همدي كسب څخه وه،  ذكريا عليه السلام نجاروو ، موسى عليه  السلام شپون وو،  دعيسى عليه السلام نفقه د خپلي مور له څرخي اوياکڼي څخه وه اوكله به ئي لَوكولو (غنم به ئي ريبل) رسول الله صلى الله عليه وسلم هم تر نبوت مخکي نجارت کولو او هم ئي شپوني كړي ده او هم ئي ش� �اكت كړی دی  ،  همداراز زمونږ ستر امام أبوحنیفه رضي الله تعالى عنه تاجرو په دي شكل سلف صالحينو هريوه يو كسب درلودلو چي هغه ئي ذريعه معاش وو. په بل آیت کریمه کي الله تعالی فرمایي : ومن رحمته جعل لكم الليل والنهار لتسكنوا فيه و� �تبتغوا من فضله ولعلكم تشكرون. او دا هم دالله تعالى له رحمت څخه دي چي ستا سو لپاره ئي شپه د سكون اوآرام لپاره او ورځ یې د رزق د تلاش لپاره پيدا كړي ده  ددې لپاره چي تاسي د الله تعالى شكر په ځائ كړۍ . فَانتَشِرُواْ فِى الاٌّ رْضِ وَابْتَغُواْ مِن فَضْلِ اللَّهِ وَاذْكُ� �ُواْ اللَّهَ كَثِيراً لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ. كله چي تاسي د جمعي له لمانځه  څخه  فارغ شۍ بيا په زمكه كي تیت شۍ او د الله تعالى د نعمتونو تلاش وكړۍ او الله تعالى ډېرپه ياد ساتۍ ښایي چي تاسي كامياب شۍ. عن بن عمررضي الله تعالى عنهما عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: ان الله يحب المؤمن المحترف  . (الدر المنثور عن الطبراني و البيهقي) له بن عم ررضي الله تعالى عنهما څخه روايت دی چي رسول الله صلى  الله عليه وسلم وفرمايل: الله تعالى كسب ګرمؤمن خوښوي.يعني الله تعالى هغه مسلمان خوښوي د چاچي يوكسب او يوه پيشه زده وي او دهغي په ذريعه رزق پيداكوي. عن جميع بن عمير عن خاله قال سئل النبي  صلى الله عليه وسلم  عن أفضل الكسب فقال بيع مبرور وعمل الرجل بيده. (مسند الامام أحمد) جُميع رضي الله تعالى عنه له خپل ماما څخه روايت كوي چي له رسول الله  صلى لله عليه وسلم څخه پوښتنه وشوه چي بهتره كسب كوم  يودي؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم په جواب كي ورته وْويل چي حلال تجارت اود خپل لاس محنت . عن المقدام بن معد يكرب عن النبي  صلى الله عليه وسلم  أنه قال ما أكل أحد طعاما قط خيرا من أن يأكل من عمل يده وكان داود لا يأكل إلا من عمل يده . (تفسير البغوي) له مقدام بن م عديكرب رضي الله تعالی عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائي: دخپل لاس له محنت  څخه تر لاسه شوي رزق ښه رزق چانه دي خوړلی او داوود عليه السلام دخپل لاس د محنت رزق خوړ� �و. شاعر وایي : وإذا الديار تنكرت عن حالها ............................................ فدع المقام وأسرع التحويلا  ليس المقام عليك فرضا واجبا .......................................... في موطن يذر العزيز ذلي� �ا چي كله ستادكلي او ياوطن حالات خراب او بدل شي او ګوزاره د مشكل او تنګه شي دغه ځای  پرېږده او بل ځای  ته فوراً نقل شه دا خو در باندي فرض ياواجب نه دی چي ضرور به په داسي ځاي كي  پروت ئي اويا به اوسېږي چي هلته د عزت خاوند سپك کېږي. ",دحلال رزق تلاش هم عبادت دی 5963,قدوسي سليمانخيل," هر مسلمان چي د رزق تلاش کوي او یا په کوم  کار او یا کسب لاس پوري کوي که هغه کسب مشکوک وي او یا دی په کي متردد وي په هغه باندي فرض دی چي د هغه کسب په هکله شرعي حکم ځان ته معلوم کړي او له یوه معتمد عالم څخه پوښتنه وکړي تر څو د هغه کسب شرعي حیثیت ور وښیي ځکه چي مبادا په حرامو کي ونه لوېږي او له حرام رزق څ خه استفاده د انسان دنیوي او اخروي انجام تباه کوي په دې هکله زیات نصوص او آثار راغلي دي چي مونږ مسلمانان په دې مکلف یو چي مخکي له دې چي په یوه معامله لاس پوري کړو د معاملاتو دیني پوهنه حاصله کړو او وروسته بیا په هغه کار پیل وکړو . او کوم وسایل چي حرمت یې په قطعي دلایلو سره ثابت شوی دی لکه غصب ، ظلم ، غلا، رشوت ، سودخوري اوداسي نور د هغوی خواته خونژدې کېدل هم په کار نه دی داسي کسبونه چي په هغه کي مسلمان شکمن وي چي آیا دا کسب به حلال وي او که حرام د ځان ساتل ورڅخه تر هغه وخته پوري ضروري دی ترڅو چي یې شرعي حیثیت ځان ته معلوموي . الله تعالی فرمایي : ولا تأک� �وا أموالکم بینکم بالباطل . تاسو په خپل مېنځ کي یو دبل شتمنۍ په ناروا سره مه خورۍ . روى أبو هريرة أن النبي قال يا أيها الناس إن الله لا يقبل إلا الطيب وإن الله تعالى أمر المسلمين بما أمر به المرس� �ين فقال  (يا أيها الرسل كلوا من الطيبات واعملوا صالحا) وقال للمؤمنين (يا أيها ال� �ين آمنوا كلوا من طيبات من رزقناكم واشكروا لله )  ثم ذكر الرجل أشعث أغبر يمد يده � �لى السماء فيقول يا رب مطعمه حرام وملبسه حرام وغذى بالحرام فأنى يستجاب له . (تفسير السمعاني) ابوهريره رضي الله تعالى عنه روايت كړی دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل :  الله تعالى له پاك شي څخه پرته بل څه نه خوښوي اوالله تعالى مسلم انانوته  په  هغه څه امركوي  په كوم شي چي ئي انبياء كرامو ته امر كړی دی،  انبياوو  ته ال� �ه تعالى فرمائي : اې رسولانو له پاكو رزقونو څخه خوراك كوۍ او نيك كارونه كوۍ اومْومنانو ته الله تعالى فرمائي : اې  مْومنانو له هغو پاكو خوراكونو څخه خوراك كوۍ كوم چي ماتاسوته دركړي دي او د الله تعالى شكر ادا كوۍ  وروسته بيا رسول الله صلى الله تعالى عليه وسلم هغه سړی يادكړ چي سپيره او خړپړ او پراګـنده حال به وي او دآسمان خواته به ئي د دعا لاس پورته كړی وي او وائي به چي اې پروردګـا� �ه  ،  خو دده خوراك به حرام وي اغوستي  به ئي حرام  وي اوځان به ئي په حرامو پاللي وي نو چيرته به ئي دعا قبوله � �ي. مونږ په خپل چاپې� �یال کي ځیني داسي کسان وینو چي شتنمي یې ټوله په قطعي حرامو وسایلو یره لاس ته راوړي وي او بیا خیراتونه هم په کي کوي او د ده په ګمان د خیر کارونه هم په کي کوي په داسي حال کي چي له حرام رزق څخه د خیرات کولو هیڅ اجر نشته او حتی چي فقهاء دا هم وایې چي که یوڅوک له حرام رزق څخه په دې عقیده خیرات کوي چي الله تعالی به اجر ورته ورکړي نو کافر کېږي . عن ابن عباس قال قال رسول الله صلى الله ع� �يه وسلم إن لله ملكاً على بيت المقدس ينادي كل ليلة من أكل حراماً لم يقبل منه صرفا (نفلا) ولا عدلا (فريضة) . (ا� �مغني عن حمل الأسفار) ابن عباس رضي الله تعالى عنهما روايت كوي چي رسول الله  صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل : په بيت المقدس سربيره يو فرشته هره شپه اعلان كوي او وائي : څوك چي حرام وخوري الله تعالى د هغه  انسان نه نفلي عبادتونه او دثواب کارونه قبلوي او نه ئي فرائض قبلوي . عن ابن عباس أن سعداً سأل النبي أن يسأل الله له أن يجعله مجاب الدعوة ف� �ال له أطب طعمتك تستجب دعوتك. (المغني عن حمل الأسفار) له ابن عباس رضي الله تعالى عنهما څخه روايت دی چي سعد رضي الله تعالى عنه له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وغوښتل چي له الله تعالى څخه زما لپاره سوال وكړه چي هغه تل زمادعاګاني � �بولي كړي رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل : چي خوراك د حلال كړه دعاګاني به د تل قبليږ ي. عن بن عمر قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  أنه قال من اشترى ثوبا بعشرة دراهم وفي ثمنه درهم من حرام لم يقبل الله له صلاة ما دام عليه. (مسند الإمام أحمد) ابن عمر رضي الله تعالى عنهما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت كړی دی چي هغه فرمائي: چاچي يوه جامه په لس درهمه واخيستله او په هغو درهمونو كي يودرهم حرام وو ترهغه وخته ئي ال� �ه تعالى لمونځ نه قبلوي چي ترڅو ئي هغه جامه اغوستلي وي. عن بن عمر قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : من لم يبال من أين اكتسب المال لم يبال الله من أي باب � �دخله النار. (الديلمي في مسند الفردوس) ابن عمر رضي الله تعالى عنهما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کړی دی چي هغه فرم ائي: چاچي ددي پروا ونه ساتله چي له كومي خوا ئي مال لاس ته راوړلو الله تعالى به د هغه سړي د دي پروا ونه ساتي چي په كومه دروازه ئي دوزخ ته ور پوري وهلو.  عن أبي هريرة رضي الله عنه قال لأن يجعل أحدكم في فيه ترابا خير من أن يجعل في فيه حراما . (ا� �كبائر) ابوهري� �ه رضي الله تعالى عنه فرمائي: كه له تاسي څخه كوم يو سړی خپله خوله له خاورو څخه ډکه کړي له دي څخه زيات ښه دی چي حرام په خپله خوله كي اچوي. قال ابن عباس رضي الله عنهما لا يقبل الله صلاة امرئ وفي جوفه حرام حتى يتوب إلى الله تعالى منه . (الكبائر) ابن عباس رضي الله تعالى عنهما فرمائي: د يوچا چي په خيټـه كي حرام موجود وي تر هغه وخته ئي الله تعالى لمونځ نه قبلوي چي ترڅو ئي الله تعالى ته له هغو حرامو څخه توبه نه وي ايستلي. قال سفيان الثوري من � �نفق الحرام في الطاعة كمن طهر الثوب بالبول والثوب لا يطهره إلا الماء والذنب لا يكفره إلا الحلال. (الكبائر) سفيان ثوري رحمهُ الله تعالى فرمائي: چاچي حرام مال د الله تعالى په عبادت كي ولګولو داسي مثال لري لكه يوسړی چي جامي په متيازو (بولو) پرېمنځـي حال داچي صفائي صرف په اوبو سره راځي همداراز ګـناهونه هم صرف په حلال رزق سره صفاكېږ ي. عن أبي بكر رضي الله عنه قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم : لا يدخل الجنة جسد غذي بالحرام . (مشكاة) له ابوبكر رضي الله تعالى عنه څخه � �وايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:  هغه بدن به جنت ته نه داخلېږي چي په حرامو پالل شوي وي. قال عمر رضي الله عنه كنا ندع تسعة أعشار الحلال مخافة الوقوع في الحرام . (الكبائر) عمررضي الله تعالى عنه فرمائي چي مونږ به د حلال رزق   نه (9) برخي په دې وجه پريښودلي چي داسي نه وي چي په حرامو كي ولوېږو. روي عن كعب الأحبارانه وجد هذه الكلمات في التوراة مكتوبة فكتبها وهي يا ابن آدم لا تخافن من ذي سلطان ما دام سلطاني باقيا وسلطاني لا ينفد أبدا يا ابن آدم لا تخش من ضيق الرزق ما دامت خزائني ملآنة وخزائني لا تنفد أبدا يا ابن آدم لا تأنس بغيري وأنا لك فإن طلبتني وجدتني وإن أنست بغيرك فتك وفاتك الخير كله يا ابن آدم خلقتك لعبادتي فلا تلعب وقسمت رزقك فلا تتعب وفي أكثر منه فلا تطمع ومن أقل منه فلا تجزع فإن أنت رضيت بما قسمته لك أرحت قلبك وبدنك وكنت عندي محمودا وإن لم ترض بما قسمته لك فوعزتي وجلالي لأسلطن عليك الدنيا ت� �كض فيها ركض الوحوش في البر ولا ينالك منها إلا ما قد قسمته لك وكنت عندي مذموما يا ابن آدم خلقت السموات ا� �سبع والأرضين السبع ولم أعي بخلقهن أيعينني رغيف أسوقه لك من غير تعب يا ابن آدم أنا لك محب فبحقي عليك كن لي محبا يا ابن آدم لا تطالبني برزق غد كما لا أطالبك بعمل غد فإني لم أنس من عصاني فكيف من أطاعني وأنا على كل شيء قدير وبكل شيء محيط    ( المستطرف ) له كعب الاحبار څخه (چي د اهل كتابو يو ستر عالم ْوو او د ابوبكر صديق رضي الله تعالى عنه په خلافت كي یې اسلام قبول كړ او د عمر  بن الخطاب رضي الله تعالى عنه د خلافت په دوران كي  وفات شوی دی) روايت شوی دی وایي چي  هغه په تورات كي ليدلي دي او نقل كوي چي (الله تعالى فرمائي)  اې د ادم زويه له زورور څخه مه وېرېږه تر څو چي زما باچاهي برقراره وي اوزما باچاهي کله هم انتها نلري ، اې د ادم زويه ؛  د رزق له تنګي څخه مه ويرېږه ترڅو چي زما خزانې ډكي وي او زما خزانې كله هم نه ختمېږي ،  اې د ادم زويه؛  له ما څخه پرته له بل چاسره مينه مه ساته او زه ستا مل يم چي كله مي وغواړې موندلی مي شې او كه له مانه بغير له بل چاسره مينه ْوساتې زه د هم وبايللم او خير د هم ټول وبايللو  ،  اې د ادم زويه ؛  ماته زما د عبادت لپاره پيدا کړی یې  لویي  مه كوه او � �زق مي درته ټاكلی دی ځان مه ستومانه كوه اودډيرښت تمه یې مه ساته او په كمښت یې مه دل تنګه كېږه كه زما په تقسيم راضي شې زړه او بدن به د هوسا كړم او زما په نزد به ستائيلی یې او كه زما په ويش قانع نشې نو په خپل قوت او لويښت مي د قسم وي دنيا به په تا داسي مسلطه كړم چي د وحشي ځيناورانو په شان چي په بيديا كي ځغلي  ته  به هم داسي ور پسي  ځغلې او درته رسېږي به صرف په هماغه اندازه چي ما درته ټاكلي وي او هم به زما بد اېسې، اې د ادم زويه؛   ما اوه اسمانونه او اوه زمكي پيدا كړل او زه ورباندي  ستومانه نشوم ايا ستا يوه ټكله چي زه یې تاته درکوم  هغه به ما ستومانه كړي ، اې د ادم زويه زه له تاسره مينه لرم په تاباندي زما د حق په روي له ماسره مينه ساته ، اې د ادم زويه د سبا ورځي رزق نن مه را څخه غواړه لكه زه چي د سبا ورځي عمل نن نه درڅخه غواړم ځكه چي زه ګناهګاران  هم نه هيروم نو خپل دوستان به څرنګه له یاد څخه وباسم او زه په هرڅه قادر اوعالم يم . ", د رزق تلاش او حرام وسایل 5964,قدوسي سليمانخيل," د لاپراوایي توری  د بېباکي له توري سره مترادف دی او له معمول سره سم دا مفهوم په هغه صورت کي کارول کېږي کله چي انسان دهغه واجب په هکله لاپروا پاته شي کوم چي په بشپړه توګه سر ته رسول یې د هغه  مسؤلیت وي ، یا خو یې په سمه توګه سرته نه ورسوي  او یا یې نېمګړی سرته ورسوي  او یا یې سرته رسول خپل مسؤلیت ونه بولي . کله چي پلار خپل زوی خپلي مخي ته پرېږدي او دهغه په ښو او بدو څه غرض ونلري ویل کېږي چي پلار  د زوی په هکله لاپروا دی ، که استاد د شاګردانو پامل� �نه ونکړي ویل کېږي چي فلانی استاذ لاپروا دی ، که یوه مېرمن د مېړه خدمت او د کور سمبالښت او د اولاد پاللو ته � �اکړي ویل کېږي چي  فلانۍ مېرمن لاپروا ده ، که یوکار کوونکی خپلي وظیفې ته پاملرنه نه کوي ویل کېږي چي فلانی مأمور لاپرواده اوکه د هېواد واکمن په خپله عیاشي اخته شي او د عام ولس او هېواد وا� �وستونځو ته شاکړي ویل کېږي چي لا پروا دی .  مقصد دا چي د لاپروایي توری د ژوندانه له مختلفو اړخونو او بېلابېلو مفاهیمو سره تړلی دی او څرنګه چي لاپروايي په ټولنه او د هغې په افرادو ناوړه اثرات پرېږدي او خطرناکه نتایج مېنځ ته راوړي ځکه مونږ په دې بحث کي هغې ته ستاسو پام رااړوو. د لاپروایي تر ټولو خطرناکه بڼه هم داده چي انسان ددین په هکله لا پروا پاته شي ، د مثال په توګه که دکور د نظافت او یا د ښوونځي د درسونو د مذاکرې په هکله په لاپروایي یو څوک عیب جن ښکارېږي نو د لمانځه په هکله لاپروايي او د امر با� �معروف او نهي عن المنکر په هکله لاپروايي خو تر هغې ډېره خطرناکه ده ، همدا راز د خپل ځان سېنګار او د وېښتانو ږ مونځول  د والدینو له حق پالني او د هغوی له خدمت کولو سره نه دی برابر ، په دې اساس ددین په هکله  او په کور، کلي ، چاپېریال ، ټولنه اوهېواد کي دهغه د تشریعاتو دپلي کولو په هکله لاپروایي ټولنه  او د هغې مادي او معنوي شتمني د هلاکت کندي ته غورځوي ، د کومي ټولني افراد چي لاپروا او خودخواه شي هلته دپوهني ځای جهالت او د عدل او انصاف ځای ظلم او د نظم او دیسپ� �ېن ځای بې نظمي او ګډوډي نیسي چي بالآخره د هغې ټولني هویت او وجود له مېنځه وړي او له ډول ډول ګواښونو سره یې م خامخ کوي . پدې اساس مونږ ته په کار ده چي د لاپروایي په هکله لا پروا پاته نشو او هغه څوک چي لاپروا وي هغوی خپلو مسؤلیتونو او دندو ته متوجه کړو او هغوی ته د نظم د ساتلو او د خپل ځواک د وېښ پاللو روزنه ورکړو ، همدا راز هغه څوک چي د لاپروایي په رنځ اخته وي په هغوی کي د نفس د مجاهدې احساس راژوندی کړو او په ارادي قوت او لوړ همت د هغوی روزنه وکړو ، ځکه چي الله تعالی فرمایي : خذوا ما أتيناكم بقوة در ونیسۍ هغه څه چي مونږ یې درکوو په قوت سره .  همدا راز رسول الله صلی الله ع� �یه وسلم فرمايي : إن الله تعالى يحب إذا عمل أحدكم عملا أن يتقنه الله  تعالى دا خوښوي چي ک� �ه په تاسوکي یوڅوک یوکار کوي او په سمه توګه یې بشپړ کړي . همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم په بل حدیث شریف کي فرمايي : المؤمن القوي خیر من المؤمن الضعیف . قوي مسلمان تر کمزوري مسلمان غوره دی . مسلمان باید د خپلو مسؤلیتونو په پاللو او د ورسپارل شویو دندو په سرته رسولو کي زیات جدّي وي او معمولي لاپروایي هم ونکړي او ددې لپاره غوره او ژوندۍ نمونې د انبیاء کرامو علیهم السلام � �خصیتونه دي کوم چي د خپلو رسالتونو په سرته رسولو او د حق په ابلاغ او د الله تعالی لورته د رابللو د امانت په پاللو کي یې لږ شان ته سستي هم نه دي کړي او دا تر ټولو مشکله دنده ده هغوی د خپل مسؤلیت په سرته رسولو کي شپې او ورځي رڼې کولې د هغوی سفر او اقامت ، ناسته او ولاړه ، اقوال او افعال ، دوستیوي او دښمنيوي او ټول ژونداوهرڅه د همدې ستر مقصد دپوره کولو لپاره وقف وې دا ددې لپاره چي راتلونکي نسلونه او انساني پرګنې د هغوی  په مېراث پاته لارو خپل قدمونه کېږدي همداوو چي الله تعالی د هغوی ددې محنتونو په نتېچه کي ړندې ست� �ګي بېنا کړې او بند زړونه یې خلاص کړل او کاڼه غوږونه یې آورېدلو ته چمتوکړل  او دهغوی د نه ستومانه کېدونکیوهلوځلوپه برکت یې د هدایت وړانګي هر لورته خپرې کړې . الله تعالی زمونږ ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم په همدغو غورو صفتونو موصوف ګرزولی دی،  د هغه انفرادي او اجتماعي ژوند ، د هغه د عوت ،  د هغه جهاد ،  د هغه هجرت  او له دښمنانو او دوستانو سره د هغه تعامل دا هرڅه زمونږ لپاره ځلانده څراغونه او د ژوندانه په څلورلاري د هدایت بلي شوي ډېوې دي  ، الله تعالی مونږ ته خطاب کوي او فرمایي :   لقد كان لكم في رسول الله أسوة حسنة لمن كان يرجو ا� �له واليوم الآخر وذكر الله كثيرا په رېښتیاسره چي ستاسو لپاره د رسول الله په اتباع کي یوه غوره نمونه شته خودا د هغه چا � �پاره ده چي په الله تعالی او د آخرت په ورځ ایمان لري او الله تعالی یې ډېر په یادوي . د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوندانه په خپلولو کي برکتونه او زیات اجرونه او نېکي وي شته دي ځکه چي الله تعالی د هغه د کړو وړو په هکله په � �رآنکریم کي په خپله ګواهي ورکوي او تر دې لوړه شهادتنامه به بله کومه وي چي فرمایي : وماینطق عن الهوی ان هو الا وحي یوحی . هغه کله هم له خپل ځان څخه خبري نه جوړوي هغه څه چي دی یې بیا نوي هغه الهي پیغام دی چي د وحی په شکل کي  ده ته د الله تعالی له لوري � �اځي . وإنك لعلى خلق عظيم په رېښتیا سره چي ته په لوړو ښو خویونو سره موصوف یې . د رسول الله صلی  الله علیه وسلم ژوند مبارک خو د لاپروایې په دې وړوکي مقال کي نه شي خلاصه کېدلای د هغه په مبارک سېرت او ژوندانه باندي زیات کتابونه لیکل شوي دي چي باید هر مسلمان یې په خپل کتابتون کي د کتني او استفادې لپاره وساتي ، د هغه تواضع او انکسار دې حد ته رسېدله  چي ده مبارک خپلي موچڼي په خپل مبارک لاس ګنډلي دي پوسونه یې لوشلي دي خپلي جامې یې په خپله ګنډلي او ټوټې او پنې یې ورته اېښي دي ، هغه هم د مظلوم مرسته کړي ده او هم یې د مح تاج او بېوسه خیال ساتلی دی او هم یې د الله تعالی په لار کي جهاد ته ملاتړلي ده ، هغه د وفات تر ورځي پوري د خپل رسالت او همدغه ستر امانت له سرته رسولو څخه یوه شېبه هم لاپروا نه دی پاته شوی هغه د زنکدن په وخت کي هم د خپل امت په هکله اندېښمن وو چي د(اُمّتي اُمّتي) توري  یې به ژبه څرخېدلو . همدغه د الله تعالی غوره استاځي هم لاپروایې غېندلي ده او هغه یې ښه کار نه دی ګڼلی که څه هم لاپروايي د ژوندانه له ټولو اړخونو سره تړلی ده او که یې ټولي بېلګي بیانوو نو مقال به نه وي کتابونه به ځیني جوړ شي خو دلته به مونږ یو څو روایتونه ذکر کړو چي هغه حتی د څارویو په باب  هم لاپروايي ډېره ستره ګناه بللي ده او هغه څوک چي د کورني څارویو په هکله � �اپروایې کوي په سخت الهي عذاب یې وېرولي دي .   عن سهل بن الحنظ� �ية رضي الله عنه أنه قال: مر رسول الله صلى الله عليه وسلم ببعير قد لحق ظهره ببطنه فقال: اتقوا الله في ا� �بهائم فاركبوها صالحة وكلوها صالحة  له سهل رضي الله تعالی عنه څخه روایت � �وی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه اوښ تېر شولو چي ګېډه یې له پوښتیو سره لګېدلي وه او ویې فرمایل : د خپلو څارویو په هکله له الله تعالی څخه ووېرېږۍ که ورباندي سپرېږۍ هم ویې پالۍ او که یې خورۍ هم ویې پالۍ . عن عبد الله بن جعفر رضي الله عنهما أنه قال: أردفني رسول الله صلى الله عليه وسلم خلفه ذات يوم قال: فدخل حائطا لرجل من الأنصار فإذا جمل، فلما رأى النبي صلى الله عليه وسلم ح َنَّ وذرفت عيناه فأتاه النبي صلى الله عليه وسلم فمسح ذفراه فسكت، فقال"" من ربُّ هذا الجمل؟، لمن هذا الجمل؟ "" فجاء فتى من الأنصار فقال: لي، يا رسول الله، فقال:"" أفلا تتقي الله في هذه البهيمة التي ملَّكَكَ الله إياها، ف� �نه شكا إلي أنك تُجِيعَهُ، وتدئبه "". ( رواه أحمد وأبوداوود ) له عبد الله بن جعفر رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم زه په یوه سفر کي له ځان سره ملګری کړم اوشاته یې سپورکړم چي د یوه انصاري جار ته و� �ننوتلو چي هلته یواوښ تړلی وو کله چي اوښ رسول الله صلی الله علیه وسلم ولیدلو سریې ښکته کړ او سترګي یې له اوښکو څخه ډکي شولې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په سر لاس ور تېر کړ اوڅه ساکت شولو او بیایې پوښتنه وکړه چي ددې اوښ مالک څوک دی او دا اوښ د چا دی ؟ له انصارو څخه یو ځوان راغی او ویې ویل چي دا اوښ زما دی  یارسول الله ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : آیاته ددې څاروي په هکله له الله تعالی څخه نه وېرېږي کوم چي الله تعالی ستا ترلاس لاندي کړی دی؟ ځکه چي هغه ماته شکایت وکړ چي ته یې هم ستومانه کوې او کار ورڅخه آخلې او هم یې وږی ساتې . عن عبد الله بن عمر رضي ا� �له عنهما أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال:"" عُذِّبَت امرأة في هرة سجنتها حتى ماتت فدخلت فيها النار؛ لا هي أطعمتها وسقتها إذ حبستها ولا هي تركتها تأكل من خشاش الأرض"". ( رواه البخاري ومسلم). له عبد الله ابن عمر رضي الله تعالی عنه څخه روایت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: یوې ښځي ته ددې په وجه د جهنم په اور کي عذاب و� �کېږي چي خپله پیشو یې ترڅو چي مړه کېدله تړلي وه نه یې اوبه ورکولې او نه یې خوراک ورکولو او نه خلاصوله چي د زم کي ګیځاري وخوري . عن خيثمة رضي الله عنه أنه قال: كنا جلوسا مع عبد الله بن عمروإذ جاءه قهرمان له فدخل فقال: أعطيت الرقيق قوتهم؟ فقال:لا، قال: فانطلق فأعطهم،قال، قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:"" كفى بالمرء إثما أن يحبس عمن يملك قوته"". ( رواه مسلم) له خيثمه رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي مونږ له عبد الله بن عمر رضي الله تعالی عنهما سره ناست وو چي د هغه د غلامانو مسؤل (قهرمان) راغی ، عبدالله بن عمر(رض) ورته وویل: آیا غلامانو ته د خوراک ورکړ؟ هغه ورته وویل نه ، ده ورته وفرمایل : ورشه هغوی ته خوراک ورکړه ځکه چي ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه آورېدلي دي چي هغه وفرمایل : د انسان لپاره همدا ګناه کافي ده چي له خپلو زېردستانو څخه خوراک بند کړي .   د زېردستانو او د هغه چا په هکله لاپروایي چي هغوی ستا ترلاس لاندي وي  همدغه حکم لري خواه که هغوی ستا د کور مزدوران او چپړاسیان وي او که ستا د دفتر مامورین وي او که ستا د کاروبار او تجارت او یا ټېکې مزدوران وي  ، چي د هغوی معاشونه بې موجبه ځنډول او د هغوی وږي کول او یا له هغوی څخه تر حق زیات کار اخېستل هم په هم دې زمره کي راځي . همدا راز  د ګاونډي په هکله لاپروا پاته کېدل د مسلمان په خصلتونو کي نه وي داسي نه چي خپله ګېډه ډکه کړې او په دې خبر نه یې چي ستا ګاونډي څه خوړلي دي او که هغه او د هغه ماشومان په � �وږه شپه رڼوي . وعن أنس رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: "" ما آمن من بات شبعان وجاره جائع إلى جنبه وهويعلم به"". ( رواه الطبراني والبزار والمنذ� �ي). له انس رضي الله تعالی عنه څخه � �وایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : هغه چا ایمان نه دی راوړی چي خپله شپه په ډکه خېټه تېره کړي او ګاونډی یې څنګ ته وږی پروت وي او دی یې په لوږه باندي خبروي . دا دلاپروايي ځیني شکلونه وو چي مونږ ورته اشاره وکړه هر مسلمان ته په کار دی چي ددیني لارښوونو په هکله وېښ او حساس پاته شي او کله هم لاپروایي او غفلت ونکړي همدا راز په هغو دندو او مسؤ� �یتونو کي چي هغه ته سپارل شوي وي د اسلامي شریعت په چوکاټ کي یې په بشپړه توګه او لوړ همت سره سرته ورسوي ځکه چي ډېر ځلي داسي پېښ شوي دي چي معمولي لاپروايي د ستري تباهي  پېش خېمه ګرزېدلي ده  . ",لا پروایي او غفلت تاوان پېښوي 5965,قدوسي سليمانخيل," د  عالم كلمه له علم ځخه  جوړه شوي ده  علم پوهني او خبرتيا ته وائي او عالم پوه او باخبره سړي ته وائي د مسلمانانو په ټولنه او اصطلاح كي عالم هغه چاته ْويل كيږي چي هغه د عامو خلګـو په نسبت له دين ځخه زيات خبروي او ديني ب� �پړصحيح معلومات او پوهنه ْولري او هم ئي ديني كتابونه لوستلي وي او دائي تخصص وي  او عام مسلمانان د حلال او حرام د تپوس او پوښتنو لپاره هغوي ته مراجعه كوي دا نوع كسانو ته د پښتنو په ټ� �ولنه كي مولاناصاحب او يا ملا صاحب او يا مولوي صاحب ْويل كيږي دا طبقه خلـګ په سپينه جامه او سپينه پګړئ پي� �ـژندل كيږي او دوي ته سپـين پګړي هم وائي دا طبقه خلـګ هغه څـوك دي چي دوي ته په ديني كتابونو كي د اسلامي امت علماء كرام ويل كېږي دا طبقه خلـګ په هر دور كي د انبياْو عليهم السلام خلیفه ګان او د هغوی وارثان دي او د هغوي دنده سر ته رسوي چي عامو خلـګوته ددين رسول او په دين خبرول دی د دې طبقې احترام د هغوی اطاعت او خدمت په عامو مسلمانانو واجب دي د هغوي د هرقسم مشكلاتو په ختمولو كي له هغوی سره مرسته كول لوي اجر او ثواب لري له هغوي سره مينه او محبت فرض دي د هغوی توهين او هغوي ته په سپكه سترګه كـتل او له هغوي سره عداوت او بغض او دهغوي عدم اطاعت لويه او شديده ګـناه ده د هغوي دلازاري لوی جرم دی له هغوی سره ناسته ولاړه مينه او محبت د م ْومن لپاره د جنت د دخول سبب ګـرزي او بالعكس دهغوي دلآزاري او له هغوي سره بغض او عداوت د  مسلمان لپاره په دنيا او اّخرت كي د ذلت او عذاب الهي موجب ګـرزي  په مخت� �فوكتابونو كي ليكلي دي چي : قال الإمام الحافظ أبو القاسم بن عساكر رحمه الله اعلم يا أخي وفقنا الله وإياك لمرضاته وجعلنا ممن يغشاه ويتقيه حق تقاته أن لحوم العلماء مسمومة وعادة الله في هتك أستار منتقصيهم معلومة وأن من أطلق لسانه في العلماء بالثلب ابتلاه الله تعالى قبل موته بموت القلب فليحذر الذين يخالفون عن أمره أن تصيبهم فتنة أو يصيبهم عذاب أليم (التبيان في آداب حملة القرآن ) الامام حافظ بن عساكر(رح) فرمائي : د علماوْو غوښـي زهرجني دي چاچي د هغوی سپكاوی او بې عزتي و غوښتله د الله تعالى سزا د هغه لپاره معلومه ده کومه چي پع � �اندي آیت کي ذکرشوي ده اوڅوك چي ئې دهغوی عيبونه  بيانوي او د هغوی  نواقص پلټي الله تعالى به ئې تر مړیني له مخه د زړه په مرګ اخته كړي . الله تعالى فرمائي : فلیحذر ال‍ذین یخالفون عن امره ان تصیبهم فتنة او یصیبهم عذاب الیم .  ْودوېرېږي  هغه څوك چي د الله تعالى له حكم ځخه سر غړونه کوي چي په يو ستر ازمېيښت به اخته شي او يا به دردْوونكی عذاب ْورته ْورسېږي ..  الحمد لله چي زمونر م سلمان پښتون قوم تر نن ورځي پوري ددي طبقي  پوره احترام او خيال ساتلي دي خو د اسلام دښمنانو تل ددي كوشش كړی او کوي یې چي د پښتنو مسلمانانو له زړونو ځخه د علماوو مینه وباسي ، هغوی یې تر پام و� �بد کړي او ددي طبقي محوري اوقيادي رول له مينځه يوسي او د خپلو شومو اغراضو او فاسدو مقا صدو د په کار اچولو � �پاره هغوي په مختلفو تورونو متهم کړي اوكوي یې دا ځـكه  چي دهغوي د مفاداتو او اهدافو د تطبيق په لاره كي يوازيني خنډ هم دغه علماء كرام دي صرف همدغه طبقه كولاي شي د هغوي د اهدافو د تحقق په لاره كي موانع ايجاد كړي بناء مونږ مسلمانانو ته په كار ده چي ددښمنانو د پروپاګند او تبليغ زير اثر رانشو او ه� �وخت په سياسي او اجتماعي شكل د هغوي تر څنګ  ْودرېږو ددې په ځاي چي د بهرنيو دښمنانو اود كورني قوم پرستانو چي هغوی هم د نړیوال ښکېلاک  آله كاردي په تبليغاتو ْو غولېږو بايد په هرشكل اوصورت چي وي خپلي ټولي هلي ځلي ددې طبقې مفاداتواو ګټو ته چي په حقيقت  كي زمونږ ددين مفادات دي مخصوصي او ځانګړي كړو او نيت مو صرف د الله تعالى رضاوي كه د هغوی په افرادو كي د يوچا انفرادي نواقص وي او يا د هغوي په سياسي كړنلاره كي نيمګړتياوي وي هغوي هم انسانان دي او انسان په فطري توګه خطا كېږي او تيرْوځي خوپه اصلاحي شكل د خپلو مفيدو مشورو له لاري د هغوي د نواقصو د ختمولو كوشش ْوكړواو په هيڅ صورت د هغوي له مذهبي او سياسي ملګرتيا ځخه لاس وانخلو په دې كي زمونږ ددين سرلوړي ، د الله تعالى رضا او زمونږ اخروي كاميابي ده ، او دي ته هم بايد متوجه شو څوك چي ددې طبقې مخالفت كوي او هغوي په مختلفو تورونو توروي او له هغوي سره عداوت كوي غالبا بي دينه او د اسلام ددښمنانو ممثلين او پيروان دي كه څه هم په شكل او � �يافه مسلمانان او په خټه پښتانه او زمونږ او ستاسي خپلوان وي .  زمونږ دې غوليدلو پښتنووروڼو ته هم دا توصيه ده چي د الله تعالى د رضا او د اسلام د سرلوړي لپاره خپل استعدادونه او هلي ځلي د ع� �ماوو د خيرو بهبود او د هغوي د هر اړخیز ملاتړ لپاره ځانګړي كړي اسلامي څيره تخلف او د ځان لپاره شرم او پيغور ْونه ګڼي او مخكي له دې چي د قيامت په ورځ ئي حشر له بي دينو او كفارو سره ْوشي دا يو څو ورځي ژوند د حق د پيروانو او دديانتدارو مخلصو مسلمانانو د ملګرتيا لپاره مخصوصي كړي ورنه بيا به لاس مروړي او وخت به ئي له لاسه وتلی وي ، دې خبري ته مو دلته ځکه ځاي وركړ چي زمونږ علماء کرام چي په حقیقت کي د انبیاؤ ممثلین او وارثان دي په م وجوده عصر کي د مختلفو توطیو ښکار کېږي او د اسلام ددښمنانو له خوا په قصدي توګه له ګواښونو سره ښکېل شوي دي ، خوزمونږ مسلمانانوپه دې هم یقین دی چي وروستی بری د حق د پیروانو په برخه دی ولو که یوڅه وخت  زمونږ د آزمویني لپاره په برکي ونیسي او په الهي نصرت کي تأخیر راشي او که مونږ د هغوی مرستي ته ور ونه دانګو نو الله تعالی په خپله د هغوی مرسته کوي  .  الله تعالى فرمائي : إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاء په ريښتيا سره د الله تعالی په بندګانو کي له هغه څخه یواځي هغه څوک وېرېږي چي هغوی په دین خبر علماء دي  .  يعني د الله تعالى په بندګانو كي چي څـوك له الله تعالى ځخه زيات وېرېږي هغه صرف هغه څوك دي چي هغوي عالمان او په دين خبر خلګ دي .  (انما) د حصر او تخصيص( ایسارتیا) كلمه (توری) ده معنا داچي په حقيقي شكل د الله تعالى خوف اوويره یواځي په علماوْو كي منحصره (ایساره) ده . عن عمران بن حصين رضي الله عنه � �ال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم يوزن يوم القيامة مداد العلماء ودماء الشهداء، فيرجح مداد العلماء على دماء الشهداء . (الدرالمنثور عن الموهبي - ورواه الشيرازي عن أنس بن مالك وابن عبد البر عن أبي الدرداء و ابن الجوزي عن نعمان بن بشير وابن النجار عن بن عباس رضي الله  تعالى عنهم) له عمران بن حصين رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی وائي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: د قيامت په ورځ به د علماوْو سياهي اود شهيدانو ويني ْوتللي شي د علماوْو د سياهي پله به درنه شي . یوه مسلمان شاعر ددې حدیث مفهوم په خپل شعر کي  ډير ښه پېیلی دی وایې : يا طالبي علم النبي محمد ..............................................  ما أنتمو وسواكم بسواء فمداد ما تجري به أقلامكم  ......................................  أزكى وأرجح من دم الشهداء اې د ګران پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ددين غوښتونكيو تاسي او  له تاسي ځخه ماسوا نور خلګ كله هم نشۍ براب� �كيدلای كومه سياهي چي ستاسي قلمونه پرې ليكل كوي د شهيدانو تر وينو پاكه ،  درنه او وزن داره ده. عن ابن مسعود قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: إذا أراد الله بعبد خيرا فقهه في الدين وألهمه رشده.  (مسند ا� �بزارو مصنف بن أبي شيبة) له ابن مسعودرضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی وائي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرماي� �:كله چي الله تعالى په يوه بنده د ښو لورونه اوهغه ته د خير اراده ْوكړي هغه ته په دين كي پوهنه وركړي او په زړه كي ئي په روغه لاره تګ ور واچوي . عن ثعلبة بن الحكم قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: يقول الله تعالى للعلماء يوم القيامة إذا قعد على كرسيه ل� �ضاء عباده: إني لم أجعل علمي وحلمي فيكم إلا وأنا أريد أن أغفر لكم على ما كان فيكم ولا أبالي.  (الاتحافات السنية في الاحاديث القدسية) له ثعلبه ابن الحكم رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی وائي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل :كله چي الله تعالى د قيامت په ورځ (كما يليق بجلال وجهه وعظيم سلطانه من غير تمثيل ولا تشبيه) په خپله كرسۍ د خپلو بندګانو د فيصلي لپاره كېني علماوْو ته به ْووائي : چي ما په تاسو كي خپل علم او بردباري صرف ددې لپاره ايښی وو چي زما اراده دا وه چي تاسوته هغه ګـناهونه در ْوبښم کوم چي په تاسي كي وْو او ماته داكار کوم ځور نه پېښوي . عن مكحول � �ال: سئل رسول الله صلى الله عليه وسلم عن العالم والعابد فقال: فضل العالم على العابد كفضلي على أدناكم. (سنن الدارمي)     له مكحول رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي له رسول الله صلى الله عليه وسلم ځخه د عابداو عالم په هكله پوښتنه ْو شوه: رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل:عالم سړی په عبادت كوونكي شخص دومره برتري لري لكه زه چي ستاسو په ادنا شخص برتري لرم .     عن أبي موسى قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: يبعث الله العباد يوم القيامة ثم يميز العلماء، فيقول: يا معشر العلماء اني لم أضع فيكم علمي لأعذبكم، اذهبوا فقد غفرت لكم. (الطبراني)     له ابي موسى رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی وائي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل :چي د قيامت په ورځ به الله تعالى بندګـان له قبرونو ځخه را پاڅوي او بيا به علماء ور ځخه بيل كړي او ورته ْوبه وائي: اې د علماْو ټولۍ ما په تاسو كي خپل علم ددې لپاره نه وْو اېښی چي تاسوته نن ورځ عذاب دركړم، ځۍ او په ريښتياسره ما تاسو بښـلي ياست . عن أبي أمامة رضي الله تعالى عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ان لقمان  قال لابنه: يا بني عليك بمجالس العلماء، واستمع كلام الحكماء، فإن الله يحي القلب الم يت بنور الحكمة كما تحيا الأرض الميتة بوابل المطر. (المعجم الكبير) له ابي امامه رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی وائي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم و فرمايل : چي لقمان حكيم خپل زوي ته وْويل: اې زويكه د علماوْو د مجلسونو پابند اوسه او د پوهانو خبرو ته غوږ نيسه ځكه چي الله تعالى د پوهي په رڼا سره  مړ شوي زړه داسي ژوندی كوي لكه مړه زمكه چي د تيز او ګڼ باران  په او بو سره ژوندۍ كېږي . عن أبي سعيد رضي الله عنه قال: قال لقمان � �ابنه: لا يأكل طعامك إلا الأتقياء، وشاور في أمرك العلماء. (الدرالمنثور) له ابي سعيد رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی فرمائي : چي لقمان حكيم خپل زوي ته و فرمايل : خپله ډوډۍ په تقوادارو او ديندارو خلګـو خوره او په خپلو كارونوكي له علماوْو سره مشوره كوه . عن شهر بن حوشب (رح) قال بلغني ان لقمان الحكيم كان يقول لابنه يا بني لا تعلم العلم لتباهي به العلماء أو لتماري به السفهاء أو ترائي به في المجالس ولا تترك العلم زهدا فيه ورغبة في الجهالة يا بني اختر المجالس على عينك وإذا رأيت قوما يذكرون الله فاجلس معهم فإنك ان تكن عالما ينفعك علمك وان تكن جاهلا يعلموك ولعل الله ان يطلع عليهم برحمة فيصيبك بها معهم وإذا رأيت قوما لا يذكرون الله فلا تجلس معهم فإنك إن تكن عالما لا ينفعك علمك وان تكن جاهلا زادوك غيا أو عيا ولعل الله يطلع عليهم بعذاب فيصيبك معهم .  (سنن الدارمي) له شهر بن حوشب ځخه روايت دي چي لقمان حكيم خپل زوی ته ويل:  اې زويكه علم ددې لپاره مه زده كوه چي د علماوو په وړاندي ْورباندي فخر ْوكړې او له ناپوهانو سره پرې ْو جنګېږي او يا په مجلسونو كي ْورباندي ځان ښكاره كړې او علم دزهدپه وجه مه پ� �ېږده او د ناپوهي د شوق په خاطر علم ته مه شاكوه اې زويكه مجلسونوته ګوره او خوښـوه ئي كله چي داسي مجلس وويني چي الله تعالى په كي يادېږي وْرسره كينه كه ته عالم وي علم ته به د ګټـه وْرسوي اوكه ناخبره وي خبر به شي او كه په هغوي د الله تعالی يو رحمت نازل كېږي ته به هم ْورسره شامل ئي او چي كله داسي مجلس ْووينې چي د الله تعالى ياد په كي نه وي مه ْورسره كينه كه عالم وې نو له علم ځخه د ګټه نه دي اخيستي او كه ناپوه وي ناپوهي به د زياته كړي او كيداى شي چي الله تعالی هغوي ته يو عذاب ټاکلی وي او ته هم په كي ْورسره ګير شې . عن أبي الدرداء رضي الله عنه قال سمعت رسول الله  صلى الله عليه وسلم  يقول إن العالم ليستغفر له من في السماوات ومن في الأرض والح يتان في جوف الماء وإن فضل العالم على العابد كفضل القمر ليلة البدر على سائر الكواكب وأن العلماء ورثة ال� �نبياء وأن الأنبياء لم يورثوا ديناراولادرهما إنماورثواالعلم فمن أخذ به أخذ بحظ وافر. (أبوداوود و الترمذي و بن ماجة)  له ابو الدرداء رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي له رسول الله صلى الله عليه وسلم ځخه مي واوريدل چي مخلوقات ټـول كه په اسمانونو كي دي او كه په زمكه كي دي او د اوبو مخلوقات (يعني ماهيان په ټـولو انواعو سره) د عالم لپاره له الله تعالى ځخه مغفرت او بښنه غواړي ، او عالم سړی په عبادت كوْونكي شخص دومره ب� �تري لري لكه دڅـوارلسم د سپوږمۍ رڼا چي په ستوريو غالبه وي او علماء د انبياوْو وارثان دي او له انبياوْو ځخه په ميراث درهم او دينار نه دي پاته شوي بلكه علم په ميراث ځيني پاته ده چاچي دا ميراث خپل كړ نولويه ونډه ئي � �اس ته راوړه . عن أبي هريرة رضي الله عنه قال سمعت رسول الله  صلى الله عليه وسلم  يقول من جاء مسجدي هذا لم يأته � �لا لخير يتعلمه أو يعلمه فهو بمنزلة المجاهد في سبيل الله ومن جاءه لغير ذلك فهو بمنزلة الرجل ينظر إلى متاع غيره. (ابن ماجة)    له ابو هريره رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وف� �مايل:  څوك چي زما دي مسجد ته په دې نيت راغي چي يا خو د خير خبره زده كړي او يا ئي چاته وْروْښیي د هغه رتبه د الله تعالى په لاره كي د مجاهد دي  او څوك چي په بل غرض � �اغلو د هغه مثال داسي دی لكه يو څـوك چي پردي سامان ته ګـوري . عن معاذ بن أنس رضي الله عنه أن رسول الله  صلى الله عليه وسلم  قال من علم علما فله أجر من عمل به لا ينقص من أجر العامل. (ابن ماجة) له معاذ بن انس رضي الله تعالى عنه څخه � �وايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: څوك چي يو چا ته يو علم وْر زده كړي د هغه هم دومره اج� �وثواب دي لكه په هغه علم د عمل كوْونكي او د عمل كوْونكي له ثواب ځخه هيڅ نه كمېږي . عن عبد الله بن عباس رضي الله عنهما قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  فقيه واحد أشد على الشيطان من ألف عابد. (الترمذي و بن ماجة) له عبد الله بن عباس رضي الله تعالى عنهما ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : شيطان ته يو په دين پوه عا� �م تر زرو عبادت كوْونكيو کسانوزيات سخت دي . ځكه چي عبادت كوْونکی  شخص صرف ځان بــچ كولای شي اوعالم  شخص نورخلګ هم د شيطان  له پيروي راګـرزوي. د علم او علماْوو د فضيلت په هكله نورهم زيات احاديث او اثار راغلي دي . سعدي شيرازي رحمهُ الله تعالى  فرمائي: يوسړي د يوه عابد پیر مريدوْو هغه ئي پريښود او ديوه عالم پیرځخه ئي لاس نيوی وكړ ماوْرته وْويل چي د عالم او عابد په مينځ كي څه فرق وْو چي هغه د پ� �يښود او داد خوښ كړ هغه راته وْويل چي دا خو خپل كڅو له موجونو ځخه بچ كوي او هغه خو لامبوزن دي خپل ځان هم بچ كولای شي اوپه ځان علاوه بل څوك هم له هلاكـته او ډوبېدلو ځخه خلاصوي . وقال الإمام أبو حنيفة رحمه الله  إن لم يكن العلماء أولياء الله في ال� �رض فليس لله فيها ولي.  (محاضرات الأدباء) امام ابو حنيفه رحمهُ الله تعالى  فرم ائي كه علماء په زمكه كي د الله تعالى دوستان اواولياء نشي نو الله تعالى په زمكه كي بالكل ولي او دوست نل� �ي. كان الإمام أبو حنيفة رحمه الله إذا أخذته هزة الم سائل يقول أين الملوك من لذة ما نحن فيه لو فطنوا لقاتلونا عليه. (محاضرات الأدباء) امام ابوحنيفه رحمه الله تعالى چي به كله دمسائلو دبيانولو په وخت كي په جوش راغی ويل به ئي :  چيرته دي بادشاهان كه دوی په هغو لذتونواو خوندونو خبرشي چي مونږ ئي دديني مسائلو له بيانولو ځخه اّخلو راسره پري  جنګېدلي. به وای . بل داچي علم يوه داسي سرمايه ده چي كله هم نه ختمېږي او نه وركه كېږي او نه غلا كيږي اونه محافظ او چوكيدار ته ضرو� �ت لري او د مرګ تر ورځـي پوري چي څومره ځيني مصرف كوي هغومره زياتېږي.شاعر وائي : قد يجمعُ المرءُ مالاً ثم يسلبُه .....................................   عم ّا قليل فيلقى الذلّ والحرَبَا وجامعُ العلمِ مغبوطٌ به أبداً......................................    فلا يحاذرُ منه الفوتَ والطلبا كه يوڅـوك ډېره سرمايه سره يو ځائ كړي خو چي له لاسه ئي وْوزي بيرته له سپكي اواحتياج سره مخامخ شي او دعلم را ټـولوْونكي هميشه په خپله سرمايه خو� �اله وي نه ئي په وركه او نه ئي په تلاش كي وېرېږي . العلم ينهض بالخسيس إلى العلى ................................  والجهل يقعد بالفتى الم نسوبِ علم او پوهنه د ټ� �يټـي رتبې انسان لوړ مقام ته رسوي او جهالت او ناپوهي ښکلی ځوان له پښو اچوي  اوپه ټيټـه رتبه كي  ئي كينوي . يا طالب العلم نعم الشيء تجمعه ......................................  لا تعدلنَّ به دُراً ولا � �هبا العلم كنز وذخر لا نفاذ له .......................................  نعم القرين إذا ما عاقلا صحبا وجامع العلم مغبوط به أبداً .......................................  ولا يحا� �ر فيه الفوت والسَّلبا اې د علم غوښتونكي انسانه ډېره ښه سرمايه رايوځاي كوي  قېمتي ډبري او سره زر مه وْرسره برابروه پوهنه يوه داسي خزانه ده چي نه ختمېږي  علم ډېرښه ملګـری دی چي له يو هوښيار انسان سره يو ځای شي څوك چي علم راټـولوي هميشه وْرباندي خوشاله وي كله هم د هغه په ورك كيدلو او يا � �وټ كيدلو نه وېرېږي . بل شاعر وائي : يطيب العيش أن تلقى � �ديباً.........................................   غذاه العلم والرأيُ المُصيب فيكشف عنك حيرة كل جهل ........................................   وفضل العلم يعرفه الأديب هغه ډيره د خوشالي شيبه وي چي كله ستاملاقات له يوداسي پوه انسان سره وْ شي چي غذا ئي علم او روغ فكروي دهري ناپوهي پريشاني درځخه لري كړي او دعلم په قدر عالم سړی پوهېږي . يوبل شاعر وائي: تعلم فليس المرء يولد عالما......................................   وليس أخو علم كمن هو جاه� � فإن كبير القوم لا علم عنده ...................................... صغير إذا التفت عليه المحافل علم او پوهنه زده كړه ځكه چي هيڅوك له موره عالم نه دي پيدا شوي اود علم لرونكي انسان او جاهل ترمينځ ډې� �لوي توپيردي ځكه چي داسي مو ډېر ليدلي دي چي ديوه قوم مشراو سپين ږيری به وي خو چي كله په علمي محفلونو كي � �اګير شي د يوه واړه ماشوم حيثيت به ئي وي . قال الامام الشافعي رحمه الله: شكوت إلى وكيع سوء حفظي .............................................  فأوصى لي إلى ترك المعاصي فإن العلم نور من إله  ...............................................   وفضل الله لا يعطى لعاص امام شافعي رحمة الله تعالى عليه فرمائي : چي وكيع ته مي د خپلي حافظې د كمزورتيا شكايت ْوكړ هغه راته ْوويل چي ګناهونه پرېږده ځكه چي علم يوه ډېوه او رڼاده او د الله تعالى نورګناهګار ته نه ْوركول كېږي ",د علماوو منزلت او فضيلت 5966,قدوسي سليمانخيل," هغه څو ک چي د اسلام د مبین دین په هکله پوهنه او معلومات لري په دې کي څه شک نلري چي د علماوو او پوهانو م� �ام په اسلام کي ډېر وچت دي او د ولسونو نوري طبقې د هغوی مقام ته نشي رسېدلای ، د علماوو د منزلت او د هغوی د فضیلت په هکله قرآنکریم  او سنت نبوي غوره شاهدان دي د هغوی مناقب او فضایل ډېر زیات دي ، علماء د الله تعالی او د هغه دبندګانو ترمېنځ یوه د وصل کړۍ ده دا ځکه چي یوازي علماء کرام دي چي خلګو ته د الله تعالی دین رسوي او الله تعالی او د هغه رضاته د رسېدلو لاري مسلمانانو ته ورښیي . سفیان بن عیینه (رح) فرمایي : أرفع الناس منزلة مَنْ كان بين الله وبين عباده، وهم الأنبياء والعلماء تر ټولو انسانانو د زیاتي لوړي � �تبې څښتنان هغه څوک دي چي الله تعالی او د هغه بندګان سره وصل کوي او هغوی انبیاء کرام او علماء دي . دا ځکه چي علماء د انبیاوو په ام تونوکي د هغوی نائبين او په علم کي د هغوی وارثان دي علماء هغه څوک دي چي کشر او مشر، حاکم او محکوم ، مسکین او بډای او د ټولني هر وګړی ورته اړتیالري ، د هغه منزلت په اساس چي الله تعالی هغوی ته په امت کي  ورکړی دی دهغوی په غاړه دروند مسؤلیت هم پروت دی ، که هغوی خپل مسؤلیت په سالمه توګه سرته ورسوي د خلګو دنیوي او اخروي چاري سم ېږي ځکه خو ویل کېږي .   إن زلة العالم كالسفينة تغرق ويغرق معها خلق كثير د عالم ښویېدنه د کشتۍ په شان ده چي په خپله هم غرقېږي او نور خلګ هم زیات ورسره غرقوي. ال� �ه تعالی د علم له څښتنانو تعهد اخیستی دی الله تعالی فرمایي : وَإذْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَلا تَكْتُم ُونَهُ فَنَبَذُوهُ وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ وَاشْتَرَوْا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلاً فَبِئْسَ مَا يَشْتَرُونَ} (آل عم� �ان: 187) کله چي الله تعالی له هغو کسانو (د یهودو او نصاراوو له علماوو) څخه چي هغوی ته د الله له خوا کتاب سپارل شوی دی ددې تعهد واخیستلو چي هغه آسماني کتاب به خلګو ته بیانوۍ او د هغه احکام به نه پټوۍ خو هغوی دا وعده شاته وغورځوله او په هغه باندي یې ناڅه نغدي واخېستلې هغوی بده خریداري وکړه . تش� �یح : الله تعالی خپل کتاب د یهودو او نصاراووعلماوو ته ددې لپاره سپارلی او هغوی ته یې حواله کړی دی چي دوی به د هغه احکام خلګو ته بیانوي او د مصلحتونو او مادي مفاداتو په خاطر به د هغه فیصلې او احکام له خلګو څخه نه پټوي او نه به یې بدلوي خوهغوی  ددې کتاب احکام د خپلو مادي ګټو د لاس ته راوړلو او ددنیوي مفاداتو د حصول ذریعه وګرزوله او تجارت یې په کي پیل کړ دا ډېره بده سوداګري ده چي هغوی دین او د هغه احکام د د نیوي بې ارزښته مفاداتو د حاصلولو لپاره وسیله ګرزوي . همدا راز علماوو ته په کار ده چي کله هم د خپلو مادي منافعو په خاطر او یا د واکمني طبقې د فشار په اثر کي ددین احکام پټ نکړي او نه کوم تأویل او یا تغییر ورته ورکړي بلکه هغوی باید لکه څرنګه چي د شریعت ح کم وي هغسي یې خلګو ته بیان کړي ولو که هغه شرعي حکم هغه ته  او دهغه مقام ته په ظاهري شکل خطر پېښوي . الله تعالی د یهودو او نصاراوود علماوو په هکله فرمایي :  إنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنزَلْنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالْهُدَى مِنْ بَعْدِ مَا بَيَّنَّاهُ لِلنَّاسِ فِي الْكِتَابِ أُوْلَئِكَ يَلْعَنُهُمُ اللَّهُ وَيَلْعَنُهُمُ اللاَّعِنُونَ (البقرة: 159) هغه کسان چي پټوي هغه څرګند او روښانه دلایل او لارښوونه چي مونږ نازله کړي ده  وروسته له دې چي مونږ خلګوته هغه په آسماني کتاب کي بیان کړل دوی هماغه خلګ دي چي الله تعالی هم لعنت ورباندي وایي او لعنت ویونکي هم لعنت ورباندي لېږي . په علماوو باندي واجب ده چي د اسلامي امت خیر خواهي په خیال کي وساتي او هغوی ته دین او د هغه احکام روښانه او بیان کړي تر څو په داسي عصر او وخت کي چي د اسلامي امت په وړاندي ګواښونه ډېر زیات دي او فتنې د توري شپې د ټکو په شان له اندازې څخه زیاتي دي مسلمانان وېښ واوسي او له انحراف او د دښمنانو له غولوونکیو تبلیغاتو څخه وساتل شي . عن أبي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم :  بادروا بالأعمال فتناً كقطع الليل المظلم؛ يصبح الرجل مؤمناً ويمسي كافراً، أو يمسي مؤمناً ويصبح كافراً، يبيع دينه بعرض من ا� �دنيا(صحيح مسلم) له أبو هریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دنېکو عملونو خواته ګړندي شۍ له داسي فتنو څخه لکه د تکي توري ترږمۍ ټوټې چي سړی به په کي سهار مسلمان وي او ماښام ته به کافر شوی وي او ماښام به مسلم ان وي او سهار ته به کافر شوی وي خپل دین او عقیده به ددنیا په زایل کیدونکي پانګي پلوري . د تاریخ په اوږدوکي زیاتي داسي مرحلې په اسلامي امت تېري شوي دي چي په هغوی کي دا امت له زیاتو ګواښونو او فتنو سره مخامخ شوی دی چي بیا ورته الله تعالی د علماوو د هڅو او وېښتابه په برکت او د هغوی د مسلسل جدوجهد په نتېجه کي له دې ستونځمنومراحلو څخه په بریالیتوب سره نجات ور په برخه کړی دی  ، له فتنو او ګواښونو  څخه ددې امت په نجات کي د علماوو رول او دهغوی اغېزې د تاریخ په بهیر کي مشهوري او د هغه په پاڼو کي ثبت شوي دي ، علماء هغه څوک دي چي هغوی د تیارو د روښانه کولو لپاره د هدایت هغه مشالونه او ډېوې په لاس کي لري د کومو په توسط چي الله تعالی و� �سونه له ترږمیو څخه د رڼا لورته راباسي ، او رسول الله صلی الله علیه وسلم دې امت ته د عزت او برم د مقام د ګټ� �و او تل ساتلو زېری ورکړی دی چي د قیامت تر ورځي پوري به دا دعزت مقام د هغوی په برخه وي ولو که د یولنډ وخت � �پاره ورباندي  د فشار حلقې تنګي شي خو دا به زیات دوام نه پیدا کوي او د علماوو په ب� �کت به دا دګواښونو ځنځېرونه د الله تعالی په نصرت سره ضرور ماتېږي ،   رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : ففي حديث المغيرة وغيره قال رسول الله -صلى الله عليه وسلم: لا يزال طائفة من أمتي ظاهرين حتى يأتيهم أمر الله وهم ظاهرون ( رواه البخاري) تل به زما له امت څخه یوه ډله داسي ضرور وي چي هغوی به په ساحه کي موجود وي تر څو چي د هغوی د مرستي او نصرت په هکله د الله تعالی پرېکړه راځي او هغوی به ضرور غلبه موندونکي وي . او په دې يقين ساتل ضروري ده  چي علماء به د همدې بریالۍ ډلي مخکښان او پېشتازان وي . په دې کي هم څه شک نشته چي په موجوده دور کي چي په ختیځه او � �وېدیځه نړۍ کي اسلامي امت له ډېري خطرناکي او حساسي مرحلې څخه تېرېږي په همدغه وخت کي اسلامي امت داسي د علم او پوهني خاوندانو ته زیاته اړتیا لري چي هغوی د علم په پانګه غني وي ، په خپل دین یې عمل کړی وي ، د خپل امت خی� �خواه وي ، د هغو ګواښونو په مقابل کي چي دې امت ته متوجه دي وېښ وي او دنني تمدن او په هغې کي د اسلامي امت لپاره د ستراتېژي د ټاکلواود واقعیتونو د پېژندلو توان ولري او  په دې لاره کي د ثبات حوصله ولري ، په همدې طوفاني سمندر کي همدغه علماء د اسلامي امت د کشتۍ ملاحان دي چي د هغوی مسؤلیت دی چي هغوی به داک� �تۍ د مقصودساحل ته په داسي بڼه رسوي چي ددې طوفاني سمندر له څپو او ګردابونو څخه کوم ضرر ورته ونه رسېږي . نن ورځ مسلمان امت همدغو مشفقو صا� �حو بچیانو ته زیاته اړتیالري ، زمونږ د مسلمان امت په دې ستونځمنه تاریخي مرحله کي هغوی ته په کار نه ده چي له خپلو آسونو څخه راښکته شي او د حق له بیانولو او د واقعیتونو له څرګندولو او د معرکې له ساحې څخه په شاشي بلکه د امت هر عالم او په دین پوه بچي ته په کار ده او ورباندي فرض ده چي د مسلمان امت په خیر خواهي او ښېرازي کي دخب� �و او عمل فعال رول ولوبوي او په هره سطحه چي وي ددې دین ساتنه او د هغه چوپړ خپل ایماني مسؤلیت وبولي اود ټولني د اصلاح او د الله تعالی لورته ددعوت او ددې امت د جوړښت ډګرونو ته په بشپړ اخلاص او قوي عزم سره له پوهني او بصېرته او د وخت او حالاتو له غوښتنو سره سم را ودانګي دا ځکه چي د الله تعالی او د هغه ددین مرسته د ایمان په خاوندانو په تېره بیا د هغه په پوهو او په دین خبرو بچیانو باندي واجب ده الله تعالی فرمایي : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ � �َقْدَامَكُمْ (محمد: 7) اې د ایمان خاوندانو که تاسو د الله تعالی (ددین) مرسته وکړۍ الله تعالی به ستاسو مرسته وکړي او (دګواښونواو خطرونوپه وړاندي) به ستاسو قدمونه مضبوط کړي . دا د الله تعالی رحمت دی چي د هغه نصرت او مرسته له خپل دین او د هغه له پیروانو سره کوم ټاکلی حد نلري حتی که زمونږ یو فرد خپل انفرادي ژوند د الله تعالی په لاره برابر کړي هم ددې دین نصرت ګڼل کېږي په دې اساس مونږ باید هرنېک عمل ولوکه وړوکی وي خو بې ارزښته یې تلقي نکړو لکه دا حدیث شریف چي فرمایي : عن أبي هريرة ـ رضي الله عنه قال النبي صلى الله عليه وسلم:  إن العبد ليتكلم بالكلمة من رضوان الله لا يلقي لها بالاً يرفعه الله بها درجات (رواه البخاري) له أبو هریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرم ایل : په رېښتیاسره بنده یوه خبره د الله تعالی د رضا لپاره کوي او هغه دې خبري ته په څومره ارزښت قایل نه وي خو مګر الله تعالی یې زیاتي درجې ورباندي لوړي کړي . په دې اساس هره هڅه چي یو مسلمان یې د الله تعالی د دین د مرستي او له مسلمان امت څخه ددفاع او یا د هغه د اصلاح لپاره کوي ګتوره ده او الله تعالی یې ورته اجر اوثواب ورکوي ولو که د خلګو په نظر کي کمه او وړه وي ، ځکه خو کله چي سعد بن ابي وقاص خپل ځان په نورو عادي مسلمانانو غوره احساس کړ رسول الله صلى الله عليه وسلم  ورته وفرمایل :  إنما ينصر الله هذه الأمة بضعيفها؛ بدعوتهم، وصلاتهم، وإخلاصهم وفي لفظ آخر: ابغوني الضعيف؛ فإنكم إنما تُرزقون وتُنصرون بضعفائكم (رواه النسائي) خبره یواځي داده چي الله تعالی ددې امت مرسته په کمزوري او بېوسه مسلمان باندي کوي دهغوی په دعا او د هغوی په لمونځونو او د هغوی په اخلاص سره ، په بل روایت کي داسي دي : ماته په تاسو کي بېوسه او ضعیف راوغواړۍ ځکه چي د ضعیفانو او بېوسو په توسط تاسوته رزق درکول کېږي او ستاسو نصرت کېږي . د مسلم ان امت د نجات په ډګر کي او د فتنو او ګواښونو له محاصرې څخه د هغه په را اېستلو کي او د بریالیتوبونو ساحل ته ددې کشتۍ په رسولو کي د علماوو بریالیتوبونه تر هغه وخته ممکن نه دي چي هغوی ددې بریالیتوبونو له هغو عواملو او اسبابو  څخه کار وانخلي کوم چي د هغوی بری تضمین کوي چي تر هرڅه د مخه یې مقصد یواځي د الله تعالی رضا او عمل یې مخلصانه وي د دین په چوپړ کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم تګلاره خپله کړي په ښکاره او پټه کي تقوا او د الله تعالی وېره د هغه شامل حال وي ، د امت خیر خواهي یې نصب العین وي ، او د پ� �هېزګارانو په غوره اخلاقو لکه بردباري ، نرمي او حوصله اوصبر ښایسته وي لکه چي الله تعالی فرمایي : خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْـجَاهِلِينَ (الأعراف: 199) عفو او درګذر خپل عادت جوړ کړه او په نېکو کارونو امر کوه او له ناپوهانو مخ اړوه یعني مه ورسره لاس او ګرېوان کېږه . او لکه چي فرمایي :  وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَـمَّا صَبَرُوا وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يُوقِنُونَ  (السجدة: 24) او مونږ له دوی څخه هغه څوک مخکښان وګرزول چي هغوی د مونږ د اوامرو سره سم خلګوته لارښوونه کوله په داسي حال کي چي د صبر او حوصلې څخه یې کار اخیستلو او زمونږ په آیتونو یې یقین او کلکه عقیده درلودله . په دې کي هم څه شک نشته چي زیات تره د علم خاوندان ددې امت د رهنمایي او د وضعیت داصلاح لپاره هڅي کوي او دا فکر تل ورسره وي خو د هغوی د بري د نورو عواملو تر څنګ یو بل اساسي عامل هم شته چي هر وخت په تېره بیا په اوسني وخت کي زیاته ورته اړتیاده او د هغوی هڅ ي به زیاتي ګټوري کړي او رول به یې نور هم مؤثر او اغېزمن کړي هغه داده چي  هغوی خپلي هڅي مشترکي کړي او یوبل ته لاسونه سره ورکړي ، خپلي حلقې سره وصل کړي ، په خپل مېنځ کي پیوستون پیداکړي یوله بل سره ددې ستر هدف په لاره کي تعاون وکړي ، په خپل مېنځ کي د میني او محبت د مشورو او اجتماعاتو او ورورولي پلونه وغزوي ځکه چي زیاته اصلاح او د مسلمان امت خیر او بری له همدې لاري څخه ممکن دی . په سترو پېښو او لويو ګواښونو کي د هغوی پیوستون دیو څو عمده وجوهاتو په اساس ضروري ده : لومړی : د هغو خطرونو معالجه چي زمونږ مسلمان امت ورڅخه تېرېږي او د هغو تندرونو مقاومت چي د امت  په بدن را پرېوزي یو داسي جهاد دی چي د یو څو کسانو او افرادو له وسه وتلی کاردی ولو که د عقل او علم له پلوه هغوی په لوړ مقام کي قرار لري ، زمونږ سلف صالحینو ته چي به کله به په دیني مسایلو کي یوه ستونځمنه پېښه مخي ته راغله ویل به یې : هذه مسألة لو وردت على عمر بن الخطاب رضي ا� �له عنه لجمع لها أهل بدر. دا یوه داسي مس� �له ده چي که د عمر بن الخطاب رضي الله تعالی عنه مخي ته راغلي وای نوهغه به دغزوه بدر اصحاب ټول د هغې په هکله د مشورې لپاره را یوځای کړي وای . که دا دهغوی په یوه فردي دیني مسأله کي تګلاره وه نو د داسي وقایعو په هکله څه کول په کار دی چي هغه د ټول اسلامي امت سرلیک او د هغه راتلونکی ټاکي ؟  آیا دا ممکن دی چي یو فرد یې پرېکړه وکړي او په خپله � �ایه فیصله وکړي ؟  په دې اساس په کار ده چي علماء کرام خپلي هڅي یو له بل سره شریکي کړي او خپل صفونه منظم کړي او ځانځاني او خود خواهي شاته ورغورځوي او د مسلمان امت مصلحت ته په خپلو مصلحتونو ترجیح ورکړي ځکه چي له دې ګواښونو او خطرونو څخه د امت کشتۍ ته نجات ورکول یواځي د دوی مسؤلیت او فریضه ده ناپوهان که ددین لپاره مخلص هم وي خو چي علماء یې په یوه خوله رهنمایې ونکړي هغوی داکشتۍ او په هغې کي سپاره ټول ډوبوي . دوهم :  په دې کي هم یو واقعیت بین مسلمان څه شک نلري چي که دې امت ته کوم ګواښونه متوجه شوي دي او هغه یې په ستونځو او مصېبتونو اړولی دی غالبًا یې مرسته ددې امت اختلافاتو او بېلتون کړي ده چي په دې اختلافاتو کي بنیادي رول د هغه  علماوو او مشرانو او واکمنانو لوبولی دی  هغوی ددې زم ینه مساعده کړي ده چي دښمنانو ددې امت په زېرمو او هېوادونوتسلط پیدا کړی دی . درېیم : د فتنو او ګواښونو په وخت کي د علماوو پيوستون له دې وجهي څخه هم زیات ضروري دی چي دا فتنې او ګواښونه د مسلمانانو زړونه بدلوي په هغو کي د حق په وړاندي شبهات او شکونه پیدا کوي ځکه خو رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه حدیث کي چي مخکي ذکرشوفتنو ته د توري شپې له ټوټو سره تشبېه و� �کړي ده لکه په ترږمۍ کي چي څوک لاره نه شي موندلای همدا راز د فتنو په وخت د حق د پېژندلو په وړاندي سترګي ړندې کېږي چي بیا خو نه حق ویني او نه یې آوري او داسي مونږ ولیدل چي د مختلفو اوښتونونو په وخت کي زیات مسلمانان م نحرف شول چي هغوی له دښمن څخه زیات ددې امت لپاره د سر خوږ او خطرناک ثابت شول . څلورم :  د انبیاوو په وارثانو علماء کرامو باندي فرض دی چي د امت د خیر خواهي لپاره هغوی ته د علم په رڼا کي هغه لاري چاري وښیي چي هغوی ددې فتنو په وړاندي وېښ کړي د هغوی ذهنیتونه مقاومت ته آماده کړي او دا په هغه صورت کي ممکن ده چي علماء په هغه څه کي چي عامو مسلم انانو ته یې بیانوي یو له بل سره مشورې وکړي او په یوه خوله شرعي حکم عمومي ذهنیتونو ته ورسوي او عامه ذهنیت په تشویش اخته نشي الله تعالی فرمایي : وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِ� �َبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ (الشورى: 38) د ایمان خاوندان هغه څوک دي چي هغوی د الله تعالی استجابت کړی دی او لمونځ یې درولی دی او خپلي چاري د مشورو له لاري پرمخ بیایي او کوم رزق چي مونږ ورته ورکړی دی له هغه څخه د الله تعالی په لار کي مصرف کوي . رسول الله صلی الله علیه وسلم چي الله تعالی ټول ستایلي صفات په کي علی وجه الکمال پیدا کړي وو خو بیایې هم د خپلو ملګرو له مشورې څخه استغنا نه دی کړي او الله تعالی یې د هغوی په مشوره مأمور کوي  وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ فَإذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْـمُتَوَكِّلِينَ (آل عمران: 159) او له دوی سره په کار کي مشوره کوه او چي کله د عزم وکړ بیا په الله تعالی توکل کوه ځکه چي په رېښتیاسره الله تعالی توکل کوونکي بندګان خوښوي . عبد الله بن عباس  فرمایي او مفسرینو نقل کړی دی چي الله تعالی او د هغه رسول د بل چا مشورې ته اړتیا نلري خو په دې وجه الله تعالی خپل رسول (ص) په مشوره کولو مکلف ګرزوي چي نور مس� �مانان په راتلونکي کي مشوره کول خپله تګلاره وګرزوي ځکه خو أبوهریره روایت کوي چي : ما رأيت أحداً أكثر مشورة لأصحابه من رسول الله -صلى الله عليه وسلم( رواه الترمذي) تر رسول الله صلي الله عليه وسلم مي زيات بل څوک ونه لیدلو چي � �ه خپلو ملګرو سره یې ډېري مشورې کړي وي . ځکه خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم وارثانو ته په کار ده چي د هغه تګلاره خپله کړي اوپه خپل مېنځ کي د امت د خیر او بهبود لپاره یوله بل سره تل مشورې کول خپل معمول وګرزوي. پنځم : زیات هغه ذات البیني شر اوفساد چي د علماوو ترمېنځ واقع دی هغه د دوی د یوله بل څخه له لېري والي او د دوی د هغه پرېکړون زېږنده ده چي د اسلام دښمنانو یې د دوی تر مېنځ زړي کرلي دي او په مختلفو اسالیبو یې اوبوي دا ځکه چي که هغوی یوبل ته نژدې شي او یو بل ته لاسونه سره ورکړي د هغوی د اهدافو د تحقق په لاره کي د علماوو وحدت او پیوستون خنډونه او موانع ایجادوي  ، علماء باید دا درک کړي چي د هغوی اختلافات ددښمنانو په ګټه او د مسلمان امت په ضرر  دي . په پای کي الله تعالی ته لاس په دعا یو چي هغه ددې امت د نجات لپاره زمونږ د علماوو ترمېنځ وحدت پیدا کړي او د هغوی د هلوځلو په برکت د امت کشتۍ ته ددې عصر د فتنو له طوفاني موجونو څخه نجات ورکړي (آمین). ",د ګواښونو په وړاندي د علماوو رول 5967,قدوسي سليمانخيل," ظلم دې ته وايي چي انسان له حق څخه باطل ته تجاوز وکړي او په هغه کي تېری وي  همدا له عدل او انصاف څخه انحراف ته ظلم وایي . سلف صالحین ظلم په دریو ډولونو وېشي : یو دا چي انسان د هغه ظلم مرتکب شي چي د هغه او الله تعالی تر مېنځ وي او ددې ظلم ستره بڼه شرک او نفاق دی ځکه چي الله تعالی فرمایي : إن الشرك لظلم عظيم (سورة لقمان:13) په رېښتیا سره شرک کول یو ستر ظلم دی . او همدغه ډول ظلم کوونکي په دې آیت سره مقصود دي : ألا لعنة الله على الظالمين (سورة هود:18). با خبر اوسه چي الله تعالی په ظالمانو لعنت وایې یعني هغوی یې له خپل رحمت څخه رټلي دي. دوهم هغه ظلم دی چي د انسانانو په خپل مېنځ کي وي: په دې آیت کریمه کي همدغه ډول ظلم ته اشاره شوي ده : وَجَزَاء سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِّثْلُهَا فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّا� �ِمِينَ (سورة الشورى:40) او د هر تېري بدله بالمثل تېری وي خو چاچي عفو او درګذر وکړ او روغه یې وکړه نو اجر او ثواب یې په الله تعالی باندي دی په رېښتیا چي الله تعالی ظلم کوونکي نه خوښوي .  إِنَّمَا السَّبِيلُ عَلَى الَّذِينَ يَظْلِمُونَ النَّاسَ وَيَبْغُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْح َقِّ أُوْلَئِكَ لَهُم عَذَابٌ أَلِيمٌ (سورة الشورى 42) . په رېښتیا چي لاره په هغه چا سربېره ده چي په خلګو ظلم کوي او په زمکه کي په ناحقه تېری کوي هم دغو کسانوته دردوونکی عذاب دی . بل د ظلم هغه شکل دی چي انسان یې په خپل ځان باندي کوي . لکه الله تعالی چي فرمایي : فمنهم ظالم لنفسه (سورة فاطر:32) په دوی کي ځیني داسي دي چي په خپلو ځانون ظلم کوي . او لکه چي دموسی علیه السلام د خولې خبره چي نقل کوي : رب إني ظلمت نفسي (سورة القصص:16) اې زما پروردګاره ما په خپل ځان ظلم کړی دی . خو په حقیقت کي د ظلم دا درې واړه  ډو� �ونه د انسان په خپل ځان ظلم بللای شو ځکه چي د هر ډول ظلم عواقب د انسان خپل ځان ته متوجه دي . که یوڅوک د یوچا مال په ظلم غصب کړي او یا په یوچا د وهلو او ښکنځلو ظلم وکړي او یا په بېوزلانو تېری او تجاوز وکړي دا ډول مظالم امام ذهبي وروسته له هغه چي د ظلم په هکله یې آیات او احادیث وړاندي کړي دي له کبېره ګناهونو څخه شمېرلي دي لو یوه د سلف صالحینو څخه نقل شوی دی چي فرمایي : لا تظلم الضعفاء فتكون من شرار الأ� �وياء په بېوزلانو ظلم او تېری مه کوه ځکه چي بدترین د زورورو به وګڼل شې . او بیا امام الذهبي (رح) دظلم له جملې څخه دا صورتونه ګڼلي دي ، لکه د یتیمانو ملکیت خوړل ، سره له قد� �ته د یو چا پور او حق ځنډول ، د ښځي مهر او د هغې نفقه او جامه نه ورکول ، د مزدور اجر او مزدوري نه ورکول او ب� �ابر وېش نه کول او دشیانو مناسب قېمت او بیه نه ښودل اودا ټول د کبېره ګناهونو له ټولۍ څخه ګڼلي دي . د ظلم د غېندلو په هکله زیات نصوص � �اغلي دي : الله تعالی فرمایي : وتلك القرى أهلكناهم لما ظلموا وجعلنا لمهلكهم موعدا (سورة ا� �كهف:59) او هماغه كلي (دتېرو امتونو) مونږ تباه کړل  کله چي هغوی ظلم پیل کړ او مونږ د هغوی د تباه کولو لپاره نېټه وټاکله . په بل ځای کي فرمایي : وما ظلمناهم ولكن كانوا هم الظالمين (سورة الزخرف:76) مونږ په هغوی ظلم نه ووکړی لیکن هغوی په خپله ظالمان وو. بل ځای فرمایي : والله لا يحب الظالمين} (سورة آل عمران:57) او الله تعالی ظالمان نه خوښوي . ألا إن الظالمين في عذاب مقيم} (سورة الشورى:45) باخبر اوسه چي ظالمان په همېشني عذاب کي دي . کوم احادیث چي د ظلم په هکله رانقل شوي دي : عن ح� �يفة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «لا تكونوا إمعة، تقولون: إن أحسن الناس أحسنا، وإن ظلموا ظلمنا، ولكن وَطِّنُوا أنفسكم، إن أحسن الناس أن تحسنوا، وإن أساءوا فلا تظلموا» (رواه الترم� �ي). له حذیفه رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : تاسو(اِمّعة) مه جوړېږۍ چي ووایاست که څوک ښه راسره وکړي ښه ورسره کوو او که ظلم راباندي کوي ظلم ورباندي کوو لیکن ځانونه په دې عادت کړۍ چي که یوڅوک ښه درسره وکړي ښه ورسره کوۍ او که بد درسره وکړي نو ظلم مه کوۍ . عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «لا تُقتل نفس ظلمًا إلا كان على ابن آدم كفل ( نصيب )  من دمها لأنه كان أول من سنَّ القتل» (رواه البخاري ومسلم). له عبد الله ابن مسعود څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : هیڅ یو انسان په ظلم سره نه وژل کېږي مګر د آدم علیه السلام په زوی د هغه د وینو د تویېدلو د ګناه یوه برخه اچوله کېږي ځکه چي هغه دقتل لاره جوړه کړي ده . وعن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «لا تحاسدوا ولا تناجشوا ولا تباغضوا، وكونوا عباد الله إخوانًا، المسلم أخو المسلم، لا يظلمه، ولا يخذله، ولا يحقره، التقوى ها هنا ـ ويشير إلى صدره ثلاث مرات ـ، بحسب امرئٍ من الشر أن يحقر أخاه المسلم، كل المسلم على المسلم حرام، دمه وما� �ه وعرضه» (رواه مسلم). له ابو هریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی ال� �ه علیه وسلم وفرمایل : یوله بل سره حسد مه کوې او یو دبل په سیالي کي د مال بیه مه لوړوۍ او یوله بل سره دښمني مه کوۍ او دالله تعالی بندګان وروڼه جوړ شېۍ مسلمان د مسلمان ورور دی نه به ظلم ورباندي کوۍ او نه به یې رسوا کوي او نه به په سپکه ورته ګوري پرهېزګاري دلته ده (درې ځلي خپلي سینې ته ګوته ونېوله) د مسلمان لپاره همدا ګناه کافي ده چي خپل مسلمان ورورته په سپکه وګوري د هر مسلمان وینه او شتمني او د عزت څیرل په بل هرمسلمان باندي حرام دی. وقال أبو الد� �داء رضي الله عنه: «إياك ودمعة اليتيم، ودعوة المظلوم، فإنها تسري بالليل والناس نيام». أبوالدرداء رضي الله تعالی عنه فرمایي چي د یتیم له اوښکي او د مظلوم له ښېرا څخه ځان ساته ځکه چي کله خلګ وېده شي هغه آسمان ته پورته کېږي . عمر بن عبد العزیز رضي الله تعا� �ی عنه فرمایي : اذا دعتک قدرتک للظلم علی الناس فتذکر قد� �ة الله علیک . چي کله د خپل قدرت په خلګو باندي ظلم کولو ته دعوت کړي نو په ځان باندي د الله تعالی برلاسی او قدرت در په یاد کړه . په  عربي کي مقولې دي : من سَلَبَ نعمةَ غيرِه سَلَبَ نعمتَه غيرُه . چاچي د بل نعمت لوټ کړ بل څوک به دده نعمت لوټوي . من طال عدوانه زال سلطانه . د چاچي تجاوز اوږد شولو سلطنت به زوال مومي . عمر رضي الله تعالى عنه فلامايي : اتقِ دعوة المظلوم، فإن دعوة المظلوم مستجابة . د مظلوم له ښېرا ووېرېږه ځکه چي هغه ضرور قبلېږي الامام ابن الجوزي (رح) فرمایي : الظلم يشتمل على معصيتين: أخذ مال الغير، ومبارزة الرب بالمخالفة، والمعصية فيه أشد من غيرها، لأنه لا يقع غالبًا إلا بالضعيف الذي لا يقدر على ا� �انتصار، وإنما ينشأ الظلم عن ظلمة القلب، ولو استنار بنور الهدى لاعتبر . ظلم کول په دوو ګناهونو مشتمل وي یو دا چي د بل چا حق تلفي وشي او بل دا چي له الله تعالی سره په مخالفت د له هغه سره جګړه پیل کړه او تر نورو ګناهونو یې ګناه زیاته ده ځکه چي غا� �باً ظلم په کمزوري  داسي سړي کېږي چي په تایې زور نه رسېږي او ظلم د زړه له تیارې څخه پیدا کېږي ځکه چي که په زړه کي د هدایت رڼا وای ظلم به یې نه کو� �و . امام ابن تیمیه (رح) فرمایي : په دې کي څه شک نشته چي د ظلم انجام تباهي او ب� �بادي وي او دعدل او انصاف عاقبت دنیوي نېکنامي او اخروي اجر او ثواب وي او الله تعالی د هغه واکمن ځواک مرسته کوي چي په عدالت او انصاف مبني وي او د ظالم واکمن مرسته نه کوي ولو که مسلمان وي . د ظلم عوامل : د شیطان اتباع د ظلم ستر عامل ګڼل کېدای شي ځکه چي � �یطان مؤمن په هغو کارونو ګماري په کوم کي چي د الله تعالی د اوامرو مخالفت وي چي د هغو له جملې یو هم ظلم کول دی الله تعالی فرمایي : يا أيها الذين آمنوا ادخلوا في السلم كافة و� �ا تتبعوا خطوات الشيطان إنه لكم عدو مبين} (سورة البقرة:208) اې د ایمان خاوندانو ننوزۍ په اسلام کي بشپړ او د شیطان د قدمونو پیروي مه کوۍ ځکه چي هغه په رېښتیا سره ستاسو ښکاره دښمن دی . استحوذ عليهم الشيطان فأنساهم ذكر الله أولئك حزب الشيطان ألا إن حزب الشيطان هم الخاسرون  (سورة المجادلة:19). شیطان دوی ښکېل کړل او بیا یې د الله تعالی یاد د هغوی له زړونو څخه وایستلو همدغه کسان دشیطان ډله دي باخبر اوسه چي د شیطان ډله بایلونکي او په تاوان کي ده . دوهم هغه عامل چي انسان ظلم کولو ته تشویق کوي د انسان په بدوکارونو امر کوونکی نفس دی الله تعالی فرمایي : إن النفس لأمارة بالسوء  (سورة يوسف:53). په رېښتیا سره چي نفس په بدو کارونو امر کوونکی دی . بل هم په ظلم امر کوونکی د نفس د خواهشاتو اتباع ده الله تعالی فرمایي : فلا تتبعوا الهوى أن تعدلوا  (سورة النساء:135) ددې لپاره چي عدل وکړۍ د نفس د خواهشاتو اتباع مه کوۍ . د ظلم په هکله آیتونه زیات دي خو مونږ به دلته په همدې چي ذکر مو کړلو اکتفاء وکړو او اوس به دا وڅېړو چي کوم لاملونه دي چي له مونږ سره د ظلم په پرېښودلو کي مرسته کولای شي . 1 ـ تل دا په یاد ساتل چي د الله تعالی مقدس ذات له ظلم کولو څخه پاک دی الله تعالی فرمایي : من عمل صالحا فلنفسه ومن أساء فعليها وما ربك بظلام للعبيد (سورة فصلت:46) یوچاچي نېک عمل وکړ نو د خپل ځان لپاره یې وکړ او چي بد عمل  یې وکړ نو هم بار به یې هغه وړي او ستا پرو� �دګار په خپلو بندګانو هېڅکله ظلم نه کوي . بل ځای الله تعالی فرمایي : إن الله لا يظلم مثقال ذرة  (سورة النساء:40) په رېښتیا سره چي الله تعالی د یوې وړې ذرې په اندازه ظلم نه کوي . وما الله يريد ظلما للعالمين  (سورة آل عمران:108). او الله تعالی د عالمیانو لپاره ظلم کول نه غواړي . 2 ـ د ظالمانو انجام ته کتل چي هغوی په دنیا کي په کوم س� �نوشت اخته شوي دي او په آخرت کي کوم عذابونه ورته سترګي په لاره دي . وإن منكم إلا واردها كان على ربك حتما مقضيا ثم ننجي الذين اتقوا ونذر الظالمين فيها جثيا (سورة مريم:71- 72) په تاسو کي به څوک داسي نشي پاته چي په جهنم تېر نشي دا ستاسو د پروردګار حتمي فیصله ده بیا به هغه چا ته نجات ورکړو څوک چي د تقوا خښتنان وي او ظالمان به په کي لوېدلي پرېږدو . الله تعالي بل ځای فرمایي : وما كان ربك ليهلك القرى بظلم وأهلها مصلحون} (سورة هود:117) ستا پروردګار کله هم کلي په داسي حال کي چي اوسېدونکي یې نېکان او صالحین وي په ظلم کولو سره نه تباه کوي . بل ځای فرمایي : قل أرأيتكم إن أتاكم عذاب الله بغتة أو جهرة هل يهلك إلا القوم الظالمون} (سورة الأنعام:47). آیا تاسو کله هم دا فکر کړی دی چي که د الله تعالی له لوري په تاسي یو عذاب ناڅاپه او یا په ښکاره سره راشي چي هغه به له ظالمانو څخه ماسوا نور څوک هلاک کړي ؟ 3 ـ هغه څوک چي غواړي له ظلم کولو څخه توبه وباسي ولوکه د زیاتو مظالمو مرتکب شوی وي باید د الله تعالی له رحمت څخه مأیوس نه شي او له توبې سره د دالله تعالی د رحمت قوي امید وساتي الله تعالی فرمایي : قل یا عبادي الذین أسرفوا علی أنفسهم لاتقنطوا من رحمة الله ان الله یغفر الذنوب جمیعا.(الزمر۵۳) ورته ووایه اې محمده چي اې زما هغو بندګانو چي تاسو زیاتی کړی دی په خپلو ځانونو د الله تعالی له رحمت څخه مه مأیوسه کېږۍ په رېښتیا چي الله تعالی ټول ګناهونه بښي . بل ځای فرم ایي : إنه لا ييأس من روح الله إلا القوم الكافرون  (سورة يوسف:87) او هغه حدیث چي بخاري نقل کړی دی لوستونکیو به آورېدلی وي چي په تېرو امتونوکي یوه سړي (۹۹) قتلونه کړي وو خو غوښتل یې چي توبه وکاږي ځکه چي هغه ویل که الله تعالی ماته عذاب راکوي نو داسي عذاب به راکوي چي بل هیچاته به یې داسي عذاب نه وي ورکړی ، د خپل وخت یوه صالح سړي ته راغي او ورته ویې وویل چي (۹۹) قتلونه مي کړي دي آیا زما توبه به قبوله شي؟  هغه ورته وویل چي نه ستا توبه نه قبلېږي هغه یې هم قتل کړلو اوسل قتلونه یې پوره کړلو یوه بل عالم ته راغی او واقعه یې ورته بیان کړه هغه ورته وویل چي ستا توبه په یوه شرط قبلېدلای شي چي د جرم له ځای څخه هجرت وکړه او پاکي سیمي ته لاړشه هغه همداسي وکړلو او دتوبې کولو په نیت له کور کلي څخه د یوې بلي سیمي په لور  روان شولو په لاره کي وفات شولو د عذاب او رحمت ملایکه یې دواړه د روح د وچتولو لپاره � �اغلې او دهغوی د اختلاف په وجه بېرته آسمانونو ته ولاړې الله تعالی ورته وفرمایل : چي زمکه ناپ کړۍ که دتوبې ځای ته نژدې وي د رحمت ملایکه د یې روح وچت کړي او که دجرم ځای ته نژدې وي د عذاب فرشتې د یې روح وچت کړي زمکه یې ناپ کړه او په یوه لوېشت تفاوت د الله تعالی درحمت مستحق وګرزېدلو او د رحمت فرشتو یې روح جنت ته انتقال کړلو . 4-  د قیامت د هغه محضر تصور کول چي انسان د حساب او کتاب لپاره د الله تعالی په حضور کي ودرېږي : وأشرقت الأرض بنور ربها ووضع الكتاب وجيء بالنبيين والشهداء وقضي بينهم بالحق وهم لا يظلمون  ووفيت كل نفس ما عملت وهو أعلم بما يفعلون  (سورة الزمر:68-70). او د قیامت په ورځ به زمکه د الله تعالی په نور سره وبرېښي او د عملونو دفتر به کېښودل شي او أنبیاء (ع) او ټول ګواهان به حاضر کړای شي او د خلګو تر مېنځ به په حق سره فیصلې وکړای شي او په دوی کي به په هیچا ظلم نه کېږي . 5 ـ تل الله تعالی په یاد ساتل او له هغه څخه عفو او مغفرت غوښتل الله تعالی فرمایي :  والذين إذا فع� �وا فاحشة أو ظلموا أنفسهم ذكروا الله فاستغفروا لذنوبهم ومن يغفر الذنوب إلا الله ولم يصروا على ما فعلوا وهم يعلمون} (سورة آل عمران:135). او هغه کسان چي دګناه مرتکب شي یا په خپلو ځانونو ظلم وکړي الله تعالی په یاد ساتي او د خپلو ګناهونو لپاره بښنه غواړي او له الله تعالی څخه پرته بل څوک دی چي ګناهونه وبښي او په خپلو کړیو ګناهونو ټېنګار او دوام نه کوي او دوی پوهېږي . 6 ـ له ظلم څخه لاس اخېستل او د حق خاوندانو ته خپل حقوق واپس کول ځکه چي د نصوح توبه دې ته وایي چي انسان په زړه کي پښېمان شي او خپل اندامونه له هغې ګناه څخه وساتي او په ژبه بښنه او مغفرت وغواړي او ددې هڅي وکړي چي د یو چا حقوق یې تلف کړي وي هغه بېرته واپس کړي خواه که هغه مالي حقوق وي او یا یې د هغه عزت پایم ال کړی وي او که په دې دنیا کي داسي ونکړي نو د آخرت په ورځ بیا ددې موقع نشته الله تعالی فرمایي : وأنیبوا الی ربکم و أسلموا له من قبل أن یأتیکم العذاب بغتة و أنتم لاتشعرون  ( الزمر۵۴) او خپل پروردګار په توبه اېستلو سره وګرزۍ او د هغه حکمونو ته غاړي کېږدۍ مخکي له دې چي د هغه عذاب ناڅاپه درته راشي او تاسي و� �باندي نه یاست خبر .. د ظلم انجام ډېر بوږنوونکی دی او تر هرڅه د مخه انسان د الله تعالی په غضب اخته کېږي او مونږ تاسي ولیدل چي د هغه چا انجام څه � �ولو چاچي په خپلو ولسونو ظلمونه کول د فرعون او د نورو ظالمانو د قصو را نقل کولو ته په دې وجه اړتیا نشته چي م ونږ او لوستونکیو په خپل دې محدود ژوند ډېري داسي ککرۍ ولېدلې چي ظلم ته یې ملاتړلي وه الله تعالی ذلیل او رسوا کړلو او اوس د خپلو ظلمونو انجام څکي همدا راز ظالم انسان د قیامت په ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم له � �فاعت څخه محروم دی او دالله تعالی په نزد سپک دی ، همدا راز ظالم ته الله تعالی په خپل ژوند کي د ظلم بدل ورکوي تر څو یې مظلومین وویني او سینې یې ورباندي یخي شي په حدیث قدسي کي الله تعالی فرمایي : وعزتي وجلالي لأنصرنک ولو بعد ح ین . په خپله لویي او عزت مي د قسم وي چي زه به ستا مظلوم مرسته کوم ولو که یوڅه وخت وروسته هم وي . ",ظلم د اسلام له نظره او دهغه ډولونه 5968,قدوسي سليمانخيل," اسلامي شریعت مسلمانان له ظلم کولو څخه ژغوري او له ظلم کولو څخه یې سخته منع کړي ده رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : اتقواالظلم فان الظلم ظلمات يوم القيامة  ( رواه مسلم) له ظلم کولو څخه ځانونه وساتۍ ځکه چي ظلم به د قیامت په ورځ توري ترږمۍ وي. او په یوبل حدیث قدسي کي الله تعالی فرمایي :  ياعبادى انى حرمت الظلم على نفسى وجعلته بينكم محرماً فلا تظالموا اې زما بندګانو ما په خپل ځان ظلم حرام ګرزولی دی او ستا سو په مېنځ کي مي هم حرام ګرزولی دی نو ځکه په خپل مېنځ یو پر بل ظلم مه کوۍ . د ظلم ش� �عي حکم او د هغه په هکله نصوص او روایات په بل بحث کي ذکرشولو چي تکرار ته به یې اړتیا نه وي هلته د وکتل شي  . د خلګو په عملي ژوند کي ظلم بېلابېلي بڼي او شکلونه لري او انجام یې په دنیا او آخرت کي  زیات وخیم دی او عذاب یې ډېر دروونکی دی چي کېدای شي  الله تعالی یې بنده ته په دنیوي ژوند کي ور وویني ورنه په آخرت کي یې عذاب حتمي نتیجه ده ، همدا راز ظالم همېشه  دخپل کوګل په داخلي عذاب او کشمکش اخته وي د خپل ظلم له لاسه تل پرېشانه او ستومانه وي او د ظلم بدمرغي یې تل شړي ولوکه په ظاهري څېره خوشاله او هوسا ښکاري ، خپل ضمیر یې تعقیبوي او تل یې ترټي ولو که کلونه هم ور باندي تېرشي او دتوبې چانس ډېر کم په لاس ورځي او هغه هم هغه وخت چي د حقوقو خاوندان یې ورک اویاتیت اوپرک شي او د ظالم لپاره همدا کافي ده چي د ظلم آخري نتېجه پښېماني او لاس مروړنه وي ، او له دې څخه وېرېږي چي د مقتدر خدای جل جلاله په حضور کي به د خپلو ظلمونو څه جواب ورکوي ډېر داسي ظالمان مو لیدلي دي چي د ژوند په پای کي په خپلو کړو وړو پښېمانه شوي دي او دداسي یو چا تلاش کوي چي هغوی ده ته له هغه سر نوشت څخه د خلاصون لاره وروښیي کوم چي هغه ورسره  مخامخ کېدونکی دی . کله چي د ظلم توری ذکرشي د خلګو ذهن ته هغه ظلم وړاندي کېږي چي هغه د بل چا په مال تېری او یا د یو چا په ناحقه ویني تویول او یا د یوچا عزت پایمالول دی او داسي نور کوم چي د سالم فطرت خاوندان ورڅخه بالطبع کرکه کوي کوم چي ما� �ومان ، لویان ، پوهان اوجاهلان ټول ورباندي پوهېږي  چي دا ظلم دی او په ځینو ټولنو کي وجود لري او همداد ټولنېز ظلم څرګند شکلونه دي . خو مونږ به دلته د ظلم د معنوي شکل ځینو شکلونو ته هم اشاره وکړو کوم چي د تعامل په وخت کي د ټولني د ځینو افرادو له خوا د نورو په مقابل کي تر سره کېږي دې ته د لږو خلګو پام شته خو په حقیقت کي دا هم د ظلم په زمره کي راځي چي یو څوک چاته یو ذهني تکلیف متوجه کړي او یا له هغه سره د عدل او انصاف په اساس تعامل ونکړي اویا هغه مقام ورته ورنکړي کوم چي د الهي عدل غوښتنه ده د مثال په توګه : (۱) د پلار تمایل د ځینو اولادونو لورته او نورو اولادونو ته په هغوی د مچکو او بخشش او ستایلوغوره والی ورکول دا هم د ظالمانه تعامل یوه برخه ده خو چي دا یې خپل عادت ګرزولی وي او هغه په دې ام تیازي سلوک شهرت موندلی وي او پېژندل شوی وي چي غالباً دا ډول سلوک د اولادونو تر مېنځ کرکه نفرت او بلآخره دښم ني پیدا کوي ، دا ډول امتیازي سلوک که کله ناکله په یوه خاص مقام کي او یا په تصادفي ډول پېښ شي څه بده خبره نه ده خو که یې خپل عادت وګرزوي نو ددې حدیث شریف په اساس ورته ظلم ویلای شو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرم ایي : عن نعمان بن بشيرقال قال  النبي ص� �ى الله عليه وسلم : اتقوا الله واعدلوا فى أولادكم (متفق عليه) له نعمان بن بشیر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل له الله تعالی څخه ووېرېږۍ او د خپلو اولادونوپه مېنځ کي عدل او انصاف کوۍ . (2) د وروڼو قساوت  له خپل ورور سره په دې شکل چي د هغه عزت کول پرېږدي پوښتنه او ګروېږنه نه ورباندي کوي ، په مختلفو مناسبتونو کي دعوت نه ورکوي په کارونو کي ورسره مشوره نه کوي په غم او خوشالي کي یې نه خیروي او د هغه د فامیل قدر او عزت نه کوي سره له دې چي هغه به ورسره په مشکلو حالاتو کي مرسته کړي وي خپلوي به یې ورسره پاللي وي  او دهغه په نسبت به له نورو داسي وروڼو سره ورورولي پالي چي تر هغوی به ددې ورور علمي سویه او اخلاق ښه وي . د وروڼو ددې غیر منصفانه او ظالم انه تعامل په نتېجه کي هغه ضرور دا فکر کوي چي دی یې ورور نه دی او نه ددوی تر مېنځ کومه صله رحمي وجود لري دا هم د ظلم یو معنوي مفهوم دی چي الله تعالی به ضرور له وروڼو څخه ددې ورور په هکله پوښتنه کوي په تېره بیا که یې هغه م� �ر ورور وي چي د احادیثو له مخي رتبه او حقوق یې د پلار په شان دي او د مشرانو د احترام په بحث کي یې مفصله یادونه شوي ده . (۳) د خواښیي ظالمانه تعامل له خپلي نږور سره  هم د ظلم د ځنځېر یوه کړۍ ده زمونږ په ټولنه کي غالباً داسي په سترګو کېږي چي نږور را واده شي له لومړۍ ورځي خواښیه ورسره سیالي پیل کړي په هر څه کي یې تعقیبوي او ځوروي او داسي فکر کوي چي یوه د خدمت لپاره م ېنځه یې کورته راغلی ده چي ټول د کور افراد ورته باید په ټیټه سترګه وګوري ، نه یې خدمت ستایې او نه یې د اخلاقو تعریف کوي او نه یې د هغه اطاعت  احسان مني کوم چي یې دا نویه مېلمنه د خپلي خواښیه کوي ، تل یې د عیبونو په نلاش کي لګیا وي په تنهایې او دنورو ښځو سیالانو په مخکي چي کله موقع  په لاس ورشي ورته سپک ورک وایې او تهدیدوي یې ، ډېره درنه خو لادا خبره که خپل زوی وویني چي د خپلي مې� �مني خواته یې وکتل له خپل زوی سره دښمني واخلي او زیار باسي چي د زوی او نږور تر مېنځ چاکونه واچوي او ژوند یې ورخړپړ کړي چي دا هم په خپل ځای یوستر ظلم دی او معالجه یې او توجه ورته کول زیات ضروري ده کله خو د نجلۍ مور هم په عین شکل له خپل زوم سره داسي ډول رقابت او سیالي پیل کړي . (۴) د نږور له خواښیه یعني د خپل نارینه له مورسره بې شرمانه سلوک هم د ظلم یوه برخه ده هغه داچي د هغې احترام نه ساتي ، خدمت یې نه کوي ، پوښتنه نه ورباندي کوي ، د هغې معمولي ګرېز  او خبري نه برداشت کوي کله نا کله خو دعوې ورسره پیل کړي او خپل مېړه ته هم ګواښېږي چي خپله شتمني او مصارف ټول په خپله مور باندي خرچ کوي او زما خواته یې هیڅ توجه نشته داسي هم پېښ شوي دي چي نږور د خپلو ناوړو اخلاقو او دخواښیه په سر د مېړه کور پرې اېښی وي او د خپلي مور په کور کي خرنډه شي او وایې چي یا خو کور راجلا کړه او یا به دلته ناسته یم دا ډول قضیې زمونږ په ټولنه کي پېښېږي په تېره بیا چي نجلۍ له یوه هسکه خاندانه او شتمني کورنۍ څخه وي بیا خو هیڅ د خواښیه وجود ورته د منلو وړ نه وي،  ځیني خو داسي هم وي چي د نارینه مطلق خپلوان ښه نه ایسوي لکه د نارینه وروڼه او خویندي او تل یې خپل نارینه ته شکایتونه کوي ددې په خاطر چي هغوی یې ترپام بد شي او د خپل مېړه هستي او دارایې ټوله په خپله پلرګنۍ وخوري په دې صورت کي له اهل خبره کسانو سره مشوره کول ضروري وي او معالجه یې په داسي شکل په کار ده چي هم والدین او د هغه وروڼه او نور أقرباء خپه نه وي او هم دا نوی جوړ شوی کور وران نشي او مونږ به هم   (له کوژدې تر واده)  په بحث کي ورته اشاره وکړو . مقصد داچي د اجتماعي ظلم شکلونه ډېر زیات دي خو مونږ یې دلته یو څو شکلونو ته ددې په خاطر اشاره وکړه چي دا شکلونه یې مونږ بالکل له پام څخه غورځولي دي . مسلمان ته په کار ده چي د ظلم داسي پټو شکلونو ته زیاته پاملرنه وکړي او له ځان سره د هغه په هک� �ه ټېنګ حساب ونیسي او هرماښام د یو څه وخت لپاره په دې هکله فکر وکړي ځکه چي انسان به د هر کړه وړه په هکله د � �یامت په ورځ پوښتل کېږي . همدا راز مسلم ان ته په کار ده چي که له یو چا سره مینه خپلوي او آشنایې پالي نو زیات افراط د په کي نه کوي او د اعتدال لاره د خوښوي او که یې له یوچا سره دښمني وي نو هم د په کي زیات افراط نه کوي او دا دعدل هغه مېزان دی چي آسمانونه او زم کي ور باندي ولاړ دي او شریعت امر ورباندي کړی دی الله تعالی فرمایې :   واذا قلتم فاعدلوا , اعدلوا هو أقرب للتقو� � كله چي تاسو څه وایاست نو عدل کوۍ ، عدل او انصاف کوۍ ځکه چي عدل تقوا ته ښه نژدې دی . او زمونږ ګران پیغمبر ص� �ی الله علیه وسلم دېر ښه فرمایلي دي :  أحبب حبيبك هوناً ما عسى أن يكون بغيضك يوماًما وأبغض بغيضك هونا ما عسى أن يكون حبيبك يوما ما (رواه الترمذي) له خپل دوست او آشنا سره آسانه دوستي پاله کېدای شي یوه ورځ ددښمن وګرزي او له دښمن سره آسانه دښمني پاله ځکه چي کېدای شي یوه ورځ د دوست وګرزي . پښتانه هم وایې چي مه داسي خوږ شه چي یوڅوک د ښوی تېرکړي او م ه داسي ترېخ شه چي خلګ د لېري وغورځوي . د زیات ترو ستونځو او ذات البیني مظالمو د لویښت عمده عامل دا وي چي خلګ یې په ابتداء کي معالجه نه کوي او چي کله خبره بشپړه ورانه شي بیا یې د حل لاري لټوي خو په کار داسي نه ده که کورنۍ ستونځي وي او که د چاپېریال م� �کلات وي انسان ته په کار ده چي کله یې محسوس کړي فوراً یې د معالجې لاري چاري ولټوي الله تعالی د مونږ ته توفیق � �اکړي چي نه په بل چا ظلم وکړو او نه دنورو ترظلم لاندي شو . ",په ټولنه کي د ظلم ځیني پټ شکلونه 5969,قدوسي سليمانخيل," آیا ته دا غواړې چي الله تعالی او دهغه رسول صلی الله علیه وسلم ته نژدې شې ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : أقرب ما يكون العبد من ربه و هو ساجد فأكثروا ا� �دعاء (رواه مسلم ) . بنده تر هرحالت الله تعالی ته په سجده کي نژدې وي نو ځکه په سجده کي زیاتي دعاګاني کوۍ . (۲) آیا ته له رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوه حج کولو اجر او ثواب غواړې ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : العمرة فى رمضان تعدل حجة أو حجة معي(متفق عليه) د رمضان په میاشت کي عمره کول له حج سره اویا له داسي حج سره برابره ده چي څوک یې زما په ملګرتیا کي ادا کړي . (۳) آیا ته په جنت کي د ځان لپاره تیار جوړ شوی کور غواړې ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : من بنى مسجداً لله بنى الله له فى الجنه مثله ( رواه مسلم) چا چي د الله تعالی درضا لپاره یو مسجد جوړ کړ الله تعالی به په جنت کي دده لپاره هماغسي کور جوړ کړي . (۴) آیا ته دا غواړې چي الله تعالی درڅخه خوشاله شي ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : إن الله ليرضى عن العبد يأكل الأكلة فيحمده عليها و يشرب الشربة فيحمده عليها(رواه مسلم) کله چي بنده یو خوراک وکړي او د الله تعالی ح مد اوشکر ورباندي ادا کړي اویا یو ګوټ اوبه وڅښي او د الله تعالی حمد ورباندي ووایي الله تعالی ورڅخه خوشاله کېږي . (۵) آیا ته دا غواړې چي ستا هره دعا قبوله شي ؟ رسول الله صلی الله ع� �یه وسلم فرمایي : الدعاء بين الأذان و الإقامة لا يرد ( رواه � �بوداوود) د اذان او اقامت تر مېنځ دعا غوښتل نه واپس کېږي . (۶) آیا ته دا غواړې چي د پوره کال د � �وژو ثواب درته ولیکل شي ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : صوم ثلاثة أيام من كل شهر يعدل صوم الدهر كله ( متفق علیه) په هره میاشت کي درې روژې نیول د ټول وخت له روژو سره برابري دي . (۷) آیا ته دومره نېکیوي غواړې لکه غرونه ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : من شهد الجنازة حتى صلى عليها فله قيراط و من شهدها حتى تدفن فله قيراطان قيل و ما القيراطان ؟ قال مثل الجبلين العظيمين (متفق علیه) یو څوک چي یوې جنازې ته حاضر شي تر څو چي لمونځ ادا کړي د یوه قېراط اجر یې دی او که تر خښولو او تدفین پوري ورته حاضر وي د دوو قېراطونو اجر یې دی پوښتنه وشوه چي دوه قېراطه څه شی دی ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : لکه دوه ستر غرونه . (۸) آیا ته دا غواړې چي له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په جنت کي یوځای شې ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :  أنا و كافل اليتيم كهاتين فى الجنه و أشار بإصبعية السبابة و الوسطى (رواه البخاري) رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه د لاس ګوتي (مېنځنۍ او سبابه)  یوځای سره ونیولې او ویې فرمایل چي زه او د یتیم پالونکی به په جنت کي داسي سره یو ځای یو . (۹) آیا ته دا غواړي چي د مجاهد او یا دروژه دار لمونځ کوونکي دومره ثوابونه درته ولیکل شي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ف� �مایي : الساعى على الأ� �ملة أو المسكين كالمجاهد فى سبيل الله و أحسبه قال أو كالقائم أو الصائم لا يفطر (متفق عليه) د کونډي او مسکین په چوپړ کي د ځغاستونکي انسان دومره ثواب لکه د الله تعالی په لار کي د جهاد کوونکي او یا د لمونځ کوونکي روژه دار چي کله هم روژه نه ماتوي  . (۱۰) آیا ته داغواړې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د په خپله دجنت ضمانت وکړي ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : م ن يضمن لى ما بين لحييه و ما بين رجليه أضمن له الجنة (متفق عليه) که څوک د دوو ژامو او د دوو پښو په مېنځ کي د اعضاوو ضمانت راکړي (چي د الله تعالی د حکم په مخالفت کي به یې نه کاروي) زه هغه ته د جنت ضمانت ورکوم . (۱۱) � �یا ته داغواړي چي ستا له مرګه وروسته هم ستا د نېکو اعمالو ثواب تاته په قبر کي در ورسېږي ؟رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : إذا مات إبن أدم إنقطع عمله إلا من ثلاث , صدقة جارية أو علم ينتفع به أو ولد صالح يدعو له (رواه مسلم) چي کله انسان مړ شي له دریو عملونو څخه علاوه یې ټول عملونه قطع شي روانه صدقه او خیرات، هغه ع� �م چي ګټه ورڅخه پورته کېږي او هغه صالح زوی چي ده ته دعاکوي . (۱۲) آیا ته د جنت له پټو خزانو څخه یوه خزانه غواړې ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : لا حول ولا قوة الا بالله كنز من كنوز الجنة (متفق عليه) لا حول ولا قوة الا بالله د جنت له پټو خزانو څخه یوه خزانه ده . (۱۳) آیاته دا غواړې چي ستا ټوله شپه د لمانځه په عبادت کي وګڼله شي ؟  رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : من صلى العشاء فى جماعة كأنما قام نصف ال� �يل و من صلى الصبح فى جماعة كأنما صلى الليل كله ( رواه مسلم) چاچي د ماخوستن لمونځ په جماعت سره ادا کړ  لکه نېمایي شپه چي په عبادت کولوسره تېره کړي او چاچي د سهار لمونځ هم په جماعت سره ادا کړ نو لکه ټوله شپه چي یې په عبادت کولو سره تېره کړي وي . (۱۴) آیا ته داغواړي چي په نیمه دقیقه کي د قرآنکریم درېیمه برخه تلاوت کړې ؟  رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : قل هو الله أحد تعدل ثلث القرأن (رواه مسلم) د قل هوالله أحد د تلاوت اجر د قرآنکریم د درېیمي برخي د تلاوت له اجر سره ب� �ابردی. (۱۵) آیاته دا غواړې چي ستا د نېکي تله درنه شي ؟ رسول الله صلی الله ع� �یه وسلم فرمایي : كلمتان خفيفتان على اللسان حبيبتان الى الرحم ن ثقيلتان فى الميزان ( سبحان الله و بحمدة سبحان الله العظيم (رواه البخاري) دوه توري دي چي په ژبه باندي سپک دي د الله تعالی ډېر خوښ دي او په تله کي زیات درانه دي : سبحان الله و بحمده سبحان الله العظیم . (۱۶) آیاته دا غواړې چي ستا رزق پراخ او عمر د اوږد شي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: من سره أن يبسط فى رزقه أو ينسأ له فى أثره فليصل رحم ه ( رواه البخاري) که څوک په دې خوشالي کېږي چي رزق یې پراخ شي او عمر یې اوږد شي نو له خپلوانو سره د خپلوي پالي . (۱۷) آیاستا زړه د الله تعالی ملاقات غواړي ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرم ایي: من أحب لقاء الله أحب الله لقائه (رواه البخاري) څوک چي د الله تعالی د ملاقات مینه او محبت لري الله تعالی د هغه م� �اقات خوښوي . (۱۸) آیاته دا غواړې چي الله تعالی د وساتي ؟  رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : من صلى الصبح فهو فى ذمة الله (رواه مسلم) څوک چي د سهار لمونځ ادا کړي هغه د الله تعالی په ساتنه کي ده . (۱۹) آیاته دا غواړې چي په یو ځای د الله تعالی لس رحمتونه درته ورسېږي ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : من صلى علي صلاه صلى الله عليه بها عشراً (رواه مسلم) چاچي په ما یوځل درود وویلو الله تعالی ور باندي لس رحمتونه لېږي . (۲۰) � �یاته دا غواړې چي الله تعالی د لوړ مقام ته ورسوي ؟  رسول الله صلی الله علیه وسلم ف� �مایي: ما تواضع أحد لله � �لا رفعه الله عز و جل (رواه مسلم) چا چي د الله تعالی لپاره تواضع غوره کړه الله تعالی به یې لوړ مقام ته پورته کړي . ",څوک جنت ته بلنه قبلوي ؟ 5970,قدوسي سليمانخيل," په کومه ټولنه کي رشوت اخېستل عام شي نو په دې پوه شه چي هغه فاسده ټولنه ده او د هغې ټولني اوسېدونکي د یوه الهي عذاب انتظار باسي چي کېدای شي په نژدې او یا لېري وخت کي ورسره مخامخ شي . رشوت اخېستل او رشوت و� �کول د یهودو عادت وو چي الله تعالی وربانډي ډول ډول آزمویني راوستلې خو بیا هم اصلاح نه شول الله تعالی د یهودو په هکله فرمایي : أکالون للسحت (المائدة42) هغوی یعني یهود په خپل مېنځ کي په ډېر جرأت او حرص سره ډېر زیات حرام خوري . ابن مسعود رضي الله تعالی عنه فرمایي : چي په حرامو سره مقصد رشوت دی. انسان هغه مخلوق دی چي هغه ته الهي امانت یعني قرآنکریم سپارل شوی دی کوم چي آسمانونو او زمکي یې له اخېستلو څخه انکار وکړ ، هغه ته په کارده چي دا الهي امانت په بشپړه او سمه توګه سرته ورسوي تر څو له یوې خوا د الله تعالی رضا لاس ته راوړي او له بلي خوا ټولنه اصلاح شي او که هغه دا امانت په سمه توګه ونه ساتي او ضایع یې کړي نو ټولنېز نظام ګډوډ کېږي بنیادونه یې کمزوري کېږي او ټولنه د فساد په  لمن کي سقوط کوي . الله تعا� �ی ددغه امانت د ساتلو او حمایې لپاره په مسلمانانو هرهغه څه حرام ګرزولي دي چي هغه دا امانت ضایع کوي او یا و� �ته نقصان پرې رسېږي ، الله تعالی رشوت حرام ګرزولی دی او رشوت دې ته وایې چي باطل درسېدلو لپاره مال مصرف کړي په دې شکل چي د مال لګوونکي ته هغه څه ورکړل شي چي هغه یې د اخېستلو حق نلري او یا د مال په بدل کي هغه دحق له سپارلو څخه بري کړل شي الله تعالی فرمایي : ولا تأكلوا أموالكم بينكم با� �باطل وتدلوا بها إلى الحكام لتأكلوا فريقًا من أموال الناس بالإثم وأنتم تعلمون (البقرة:188) تاسو خو نه خپل مالونه په خپل مېنځ کي په باطل او ناحق سره  خورۍ او مه یې حاکمانوته ددې لپاره وړاندي کوۍ چي تاس د خلګو مالونه په داسي ظالمانه طریقه سره وخوري چي تاسي ورباندي خبر یاست . علماوو او فقهاوو رشوت اخېستل له کبېره ګناهونو څخه شمېرلی دی په هغه ځای کي چي د حقوقو په هک� �ه  فیصله (حکم) کېږي او هغه دلیل چي رشوت له کبیره ګناهونو څخه ګرزوي هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه لعنت دی چي په رشوت اخېستونکي او ورکوونکي یې ویلی دی او لعنت په هغه چا ویل کېږي چي د کبېره ګناه مرتکب شي . عن عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما قال: لعن رسول الله صلى الله عليه وسلم الراشي والمرتشي (رواه الترمذي) له عبدالله بن عمر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي � �سول الله صلی الله علیه وسلم په رشوت ورکوونکي او رشوت اخېستونکي لعنت ویلی دی . په مختلفو ټولنو کي رشوت د ژوند زیاتو اړخونو ته رېښې غزولي دي او هیڅ داسي ځای به نه وي چي هلته به رشوت په یوه اویا بله بڼه ځان نه وي رسولی په تېره بیا په درېیمه نړۍ کي چي د تم دن له پلوه د نړۍ وروسته پاته برخه ګڼله کېږي . کله خو رشوت په قضایي سیستم کي قاضي ته ورکول کېږي ددې لپاره چي د رشوت ورکوونکي په ګټه فیصله وشي او مستحق محروم کړل شي او د غیر مستحق په ګټه پرېکړه وشي یا ددې لپاره ورکړل شي چي رشوت کوونکی مخ ته کړي او نور � �اته کړي یاخو قاضي ددې لپاره باطله فیصله د هغه چا په حق کي کوي چي هغه یې یاخو قریب او یادولت مند او یا دستري رتبې خاوند وي ددې په هیله چي هغه به څه ورکړي همدا راز رشوت د پرېکړي د تنفیذ لپاره ورکول کېږي . همدا راز که یوڅوک ددولتي وظیفې تلاش کوي نو لوړ رتبه افسرانو ته رشوت ورکوي چي هغوی یې په توظیف کي مرسته وکړي او هغه یې مقرر کړي له دې سره سره چي هلته به یوبل هم داسي څوک د منتظرینو په لست کي وي چي هغه به د استعداد او اهلیت له پلوه ددې وظیفې حقدار خو په رشوت ورکولو سره د هغه حق ضایع کړل شو دا خو که له یوې خوا د حرامو خوړل دی خو له بله پلوه په امانت کي خیانت کول دی چي داسي څوک باید مقرر کړل شي چي ددې کار اهل او امین وي . همدا راز د تعلیم په ډګر کي رشوت ورکول کېږي ترڅو چي شاګرد ته په لوړو نمبرو بری لیک ورکړي او یا د لوړو تحصیلاتو زمینه ورته برابره شي ولو که د هغه علمي استعداد د هغو نمبرو او د هغه تعلیمي مقام اهل نه وي چي هغه یې غواړي . په همدې شکل په تعمېراتي کارونو کي قراردادیان (ټېکه داران) د تعمېراتو لوړ رتبه افسرانو ته رشوتونه ورکوي ترڅو ورسره قرار داد وکړي . نور هم داسي ډګرونه زیات دي چي هلته رشوتونه ورکول کېږي او اخېستل کېږي او ضمناً په کي د اهل اطرافو حقوق د رشوت په واسطه تلف کېږي  داسي ځایونه که په تفصیل سره څېړو نو ډېر زیات دي چي له ادنا پولېس څخه نېولي تر واکمنانو پوري د دولتي ادارو په هره څانګه کي د کارونو د اجراء لپاره رشوتونه په ښکاره او یا په پټه اخېستل کېږي . د رشوت ورکولو ضررونه : د رشوت ورکولو ضررونه او منفي اغېزې زیاتي دي چي افرادو او ټولني ته پېښوي او په لاندي توګه یې خلاصه کولای شو : (۱) نا أهل ته دکار سپارل : کله چي انسان د وظیفې په لاس ته راوړلو کي له رشوت څخه استفاده وکړي لکه چي م خکي مو وویل  او په هغه کي د هغه مقام شرایط پایښت ونلري نو د هغه وظیفې اهل نه دی او که د رشوت په وسیله وګمارل شي نو د هغې ادارې په کار  او تولېد دداسي موظف ټاکل کمښت � �اولي . (۲) د اخلاقي بنیادو ورانېدل : په هره ټولنه کي چي د رشوت اخېستلو رنځ ښکاره او تیت شي نو دا جوته کوي چي د همدغي ټولني اخلاق وران شوي دي د هغې ټولني د افرادو تر مېنځ د اعتماد فضا ورکه شي او بد اخلاقي لکه بې پروایي او بې حسي زیاته شي او د بېکاري او بې � �وزګاري لعنت وتپل شي . (۳) د پانګو ضیاع او د انساني ژوند له خطر سره مخامخ کېدل :  که تاسو کله فکر کړی وي چي په یوه ټو� �نه کي رشوت اخېستل او ورکول عام وي نو رشوت خپلي پښې د روغتیایې چارو څانګو ته هم غزوي لکه د روغتیا او صحت وزارت او د درملونو د تولید فابریکې ، په دې صورت کي به د خلګو روغتیایي حالت څه بڼه ولري ، خلګ به ضرور د بې بنیاده شرکتونو تولید شوي بې اغیزې درملونه خورې ځکه چي هغوی به د خپل تولید د لګښت لپاره روغتیایي مسؤلینو ته رشوت ورکړی وي . همدا راز که تاسو خیال کړی وي یوه قرار دادي یو پل په ډېر کم لګښت جوړ کړی دی چي زیات عیبونه په کي په سترګو کېږي او دا د سلګونو انسانانو ژوند ته یو ستر خطر متوجه کوي خو دې قراردادي  د دې پل د مستنداتو د تکمیل او بری لیک لپاره د تعمیراتو مسؤل ته رشوت ورکړی دی که داپل  د سوارلیو تر موټر � �اندي  وران شي او یا ونړېږي نو یوازینی عامل همدغه د رشوت ټکه ده . په همدې شکل هره دولتي اداره وګڼه په دې اساس رشوت اخېستل او ورکول د مال او لګښت ضیاع او د بشري ژوند لپاره ستر خطر دی د رشوت او تحفې تر مېنځ توپېر : په دې کي څه شک نشته چي په تحفه او رشوت کي په ظاهري شکل څه فرق نه لیدل کېږي خو یواځینی فرق یې په دې سره کېدای شي چي له ورکولو څخه موخه او مقصد څه وي که د م� �ابل لوري سره هسي بې مصلحته ورورولي او آشنایي او د هغه خوشاله کول وي بیا خو څه باک نلري او که یې  مقصد د خپل کار اجراء کول او د راتلونکي وخت د ضرورتونو په اساس یوداسي چاته ورکړل شي چي هغه د چارو د سرته رسولو په یوه مقام کي قرار لري نو بیا رشوت ګڼل کېږي مقصد دا چي ورکوونکي په نیت پوري اړه لري او د نیتونو عالم یواځي الله تعالی دی . آیا حاکم او یا واکمن ته تحفه ورکول رشوت ګڼل کېږي ؟  زیات تره فقهاء په دې نظر دي چي د وخت حاکمانو ته تحفې ورکول هم د � �شوت یوه نوعه ده او درشوت په زمره کي راځي او هغوی دا روایت دلیل ګرزوي :         عن أبي حميد الساعدي قال: استعمل رسول الله صلى الله عليه وسلم رجلاً من الأزد يقال له ابن ال� �تيبة على الصدقة، فلما قدم قال: هذا لكم، وهذا أُهدي لي. قال: فقام رسول الله صلى الله عليه وسلم على  المنبر فحمد الله وأثنى عليه وقال: ""ما بال عامل أبعثه فيقول: هذا لكم وهذا أُهدي لي! أفلا قعد في بيت أبيه – أوفي بيت أم ه – حتى ينظر أُيهدى إليه أم لا؟  والذي نفس محمد بيده لا ينال أحد منكم شيئًا إلا جاء به يوم القيامة يحمله على عنقه، بعير له رغاء، أو بقرة لها خوار، أو شاة تيعر"" ثم رفع يديه حتى رأينا عُف� �تي إبطيه، ثم قال: ""اللهم هل بلغت؟"" مرتين (رواه الشيخان). له أبو حمید الساعدي څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د أزد د قبیلې یو � �خص چي ابن اللتیبه نومېدلو د زکاتونو په راټولولو و ګمارلو کله چي واپس راغی ویې ویل : چي دا ستاسودي او دا م اته په تحفه کي راکړل شوي دي ، راوي وایي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم منبر ته پورته شو او له حمدوثنا څخه وروسته یې وفرمایل :  دا کومه خبره ده چي زه یو کارکوونکی ولېږم او بیا وایي چي دا ستاسو دی او دا ماته په تحفه کي راکړل شوي دي هغه به دپلار او یا مور په کور کي کېناستلی وای او بیا به یې کتلي وای چي هغه ته څوک تحفه ورکوي او که یې نه ورکوي ؟ زما د قسم په هغه ذات وي چي د محمد(ص) ساه د هغه په واک کي ده که له تاسو څخه هریو په دې شکل یوڅه ور واخلي د قیامت په ورځ به یې په غاړه را اخیستی وي که اوښ وي او که غوا وي او که پوسه وي او هغه به رمباړي وهي ، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم دومره لاسونه پورته کړلو چي مونږ یې د تخ� �ګونو سپین والی ولیدلو او ویې فرمایل:  اې الله ما ستا پیغام ورسولو . امام نووي رحمة الله تعالی علیه فرمايي : چي دولتي کار کوونکیو ته تحفې اخېستل نه دي روا او حرام ي دي ځکه چي سبب یې همدغه دولتي کار دی چي هغه یې کوي او رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې ډول سوغاتونو سبب ذکر کړی دی چي دولتي او حکومتي کار دی که عام سړي ته چي هغه حکومتي کار کوونکی نه وي تحفه ورکړه شي نو ښه کار ده او که کوم دولتي کارکن ته سوغات ورکړل شي هغه ته لازمه ده چي یا خو هغه  تحفه بېرته هغه سړي ته واپس کړي او که ممکن نه وو بیا یې دولتي خزانې (بیت المال) ته وسپاري . ابن بطال (رح) وایي چي ددولتي کار کوونکیو اخېستل شوي تحفې به بیت المال ته سپارلي کېږي خو که یې د وخت واکمن (امام)  بېرته ورکړي بیا یې وراخېستلای شي . آیا د حق د خاوند لپاره رشوت ورکول څه حکم لري ؟ په کومه ټولنه کي چي ر� �وت عام وي او د دولت چلولو نظام فاسد وي د هغه چا لپاره به څه حکم وي چي خپل حق بې له رشوت ورکولو څخه لاس ته نشي راوړلای ؟ په داسي حالت کي فقهاوو پرېکړه کړی ده چي که یو څوک بې له رشوت ورکولو څخه خپل حق لاس ته نشي راوړلای او یا له خپل ځان څخه ظلم نشي دفع کولای او یاخپل عزت او شتمني د ظالم له ظلم څخه نشي ساتلای نو ددې لپاره چي خپل مشروع حق لاس ته راوړي که رشوت ورکړي نو ګناه یې یوازي د اخېستونکي ده او ورکوونکی بري او له د رشوت ورکولو له ګناه څخه خلاص دی نو اوس د لوستونکي وروڼه پرېکړه وکړي چي رشوت اخېستل د غلا یوه بڼه نه ده نو څه ده ؟ بلکه دا ویلای شو چي رشوت اخېستل د غلا  بدترینه څېره ده ځکه چي دا ټول دولتي سیستم ورانوي دولتي ادارې د مجرم ینو د لاس نانځکه جوړوي  او د خودخواهانو مامورېنو د لوبو توپ یې ګرزوي او د عام ولس ح قوق تلف کوي مظلومین پرزوي او ظالمان تقویه کوي داسي ټولني به ضرور  د رشوت له لاسه د تباهي په لور درومي خو مخکي له تباهي د الله تعالی دهغې اصلاح وکړي او مصلحینو ته په کار ده چي په ټولو ممکنو وسایلو سره ددې تور لعنت چي د ټولني څېره بد نما کوي او د مسلمان امت لپاره پېغور دی مخه ونیسي . ",رشوت اخېستل د تباهي پېش خیمه ده 5971,قدوسي سليمانخيل," عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم وقف على أناس جلوس فقال : ألا أخبركم بخيركم من شركم ؟ قال : فسكتوا ، فقال ذلك ثلاث مرات ، فقال رجل : بلى يا رسول الله أخبرنا بخيرنا من شرنا ، قال : خيركم من يرجى خيره ويؤمن شره وشركم من لا يرجى خيره ولا يؤمن شره  (رواه الترمذي) له ابوهریره رضي  الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم یوې ډلي کسانو ته چي هغوی ناست وو ودرېدلو او ویې فرمایل : آیا زه تاسوته په تاسو کي ښه او بد در وښیم ؟ هغه کسان پټ خولي پاته شول رسول ا� �له صلی الله علیه وسلم درې ځلي دا پوښتنه غبرګه کړله یوه سړي په ځواب کي ورته وویل چي بلې یا رسول الله دا چي په مونږ کي څوک ډېر ښه او څوک ډېر بد دي دا راوښیه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : په تاسو کي ډېر ښه هغه څ وک دی چي د خیر تمه ورته کېږي او له شر څخه یې ځان ساتل کېږي او په تاسو کي ترټولو زیات بد هغه څوک دی چي نه د خیر هیله ورته کېږي او نه یې له شر څخه څخه څو په امن کي وي . په دنیا تر هرڅه ښکلی وخت هغه وي چي هم ستا له نورو سره مینه وي او هم نور خلګ له تاسره مینه وساتي ، ته له هغوی سره محبت وکړې او هغوی له تاسره محبت وساتي ، كله چي ته له یوه تکلیف سره مخامخ شې له لېري او له نژدې څخه هغوی ستا په خواوشا راټول او یو ځای شوي وي دا هغه کړنلاره ده چي اسلام غواړي د ټولني د افرادو تر م ېنځ هغې ته وده ورکړي تر څو د تماس له پلوه یوه بېساري اُوبدلي ټولنه وجود ومومي ، څرنګه چي اسلام د مسلمانانو تر مېنځ د تماس یوه محوري نقطه ده په دې اساس د هغوی تر مېنځ ورورلي په پښو دروي او یو پر بل ذات البیني حقوق لازم ګرزوي او کله چي د مسلمانانو تر مېنځ ګډون زیات وي په هماغه اندازه د خپلوي ، ګاونډیتوب، مېلمستیا، ملګرتیا، � �شنایې، او ورورولي متقابل حقوق زیاتېږي .  خيركم من يرجى خيره ويؤمن شره وشركم من لا يرجى خيره ولا يؤمن شره یعني هغه څوک چي خلګ له هغه څخه د خیر تمه ساتي او د ضرر له پلوه د هغه � �ه خوا څخه په امن کي وي هغه تر ټولو غوره انسان دی او هغه څوک چي د خلګو تمه د هغه له خیر څخه شکېدلي وي او له ض� �ر څخه یې هم په امن کي نه وي هغه په ټولو کي بد ترین انسان دی . همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : خير الناس أحسنهم خلقا ) (رواه الطبراني عن ابن عمر) په خلګو کي غوره هغه څوک دی چي اخلاق یې ښه وي .  خير الناس أنفعهم للناس ) (مسند الشهاب عن جابر) په خلګو کي غوره هغه څوک دی چي خلګو ته یې فایدې رسېږي . د هرچا چي نورو مسلمانانو ته فابدې رسېږي هغه الله تعالی ته تر ټولو غوره انسان دى دا شخص که په هر مقام کي واقع وي ، که د ټولني یو عادي فرد وي او که د یوه هېواد واکمن وي  قال بعضهم : هذا يفيد أن الإمام العادل خير الناس أي بعد الأنبياء ځکه خو بعض سلف صالحینو ویلي دي چي عادل واکمن له انبیاوو څخه وروسته تر ټولو خلګو غوره دی ځکه چي د هغه فایدې زیاتي وي چي عام ولس ته یې رسېږي یا خو هغوی هوسا کولای شي  او یا تکلیف ورڅخه لېري کولای شي  او هم یې د ضرورت په وخت کي هر ډول مرسته کولای شي . إن شر الناس منزلة عند الله يوم القيامة ، من تركه الناس اتقاء فحشه - أي لأجل قبح فع� �ه وقوله  (رواه أبو داود والترمذي عن عائشة) د الله تعالی په وړاندي د مقام له مخي تر ټولو بدترین انسان هغه څوک دی چي خلګ یې د بدخویي له وجهي پرېږدي . ",آیا تاسو نېکان او بدان پېژنۍ ؟ 5972,," د ملګرو ملتونو د سازمان مشر کوفي عنان له ايران او سوريې څخه غوښتي څو د لبنان د امنيت د ټينګښت په موخه له دغه هېواد سره مرسته وکړي. د عنان دغه غوښتنه د لبنان د لومړي وزير فواد سينيوره د دولت د شپږو وزيرانو د ګوښه کېدو سره او په دغه هېواد د تاوتريخوا� �ي د زياتېدو سره تر سره کېږي. امريکا او د لبنان ځينې ډلې او ګوندونه ايران او سوريه په دغه هېواد کې تاوتريخوالي ته د لمن وهلو په تور تورنوي، او وايي تهران او دمشق د رفيق حريري د متهمانو د نړيوالې محکمې د جوړېدو د مانع کولو په هڅه کې دي. ",م . م : ایران او سوریه دي د لبنان سره مرسته وکړي 5973,," د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د ايران د اټومي پروګرام لپاره  د فشار لاندې د راوستلو په پرتله  خبردارى ورکړى. لاوروف چې د اقيانوس او � �سيا ( اپک ) په غونډه کې ويتنام ته سفر کړى په خپلو خبرو کې يې د ايران او شمالي کوريا د اتومې پروګرام د ودرو� �و  لپاره  د سختو احتمالي ګامونو د پورته کولو په موخه خبردارى ورکړ او وويل: چې نړيواله ټولنه نه بايد تهران او پيونګ يانګ له حده زيات تر فشار لاندې راولي. نوموړي ويلي چې نړيواله ټولنه بايد د ايران او شمالي کو� �يا سره د مخامخ کېدو په وخت کې قاطع خو با احتياطه وي. ",روسيې تهران او پيونګ يانګ ته خبرداری ورکړی 5974,"ډاکټر ثواب ا� �دین مخکښ"," ډیر ملګري له دې ستونزې سرټکوې چې کله هم انټر نیټ کا روم نو ځینې کړکۍ بغیر زما له غوښتنې وازیږي.ډیر ځله خو داسې غیراخلاقي کړکۍ راوازیږي چې د انسان � �خصیت تر پوښتنې لاندې راولې. په هر حال څنګه کولاې شو دداسې کړکیو له وازیدو څخه مخنیوی وکړو. ۱- د خپلDesktop پر مخ دInternet Explorer په Icon با ندې غبرګ کلیکونه وکړۍ تر څو یوه انټرنیټ پا ڼه را وازه شي. ۲- اوس نو په نوموړې وازه شوې کړکۍ کې د Tools له مینو څخه  Internet Options…غوره او کلیک پر وکړۍ. نو دا لاندې کړکۍ به درته وازه شي. ۳- په پورتنۍ کړکۍ کې د Privacy په برخه کلیک وکړۍ. اوس نو د دغې کړکۍ په لاندېنۍ برخه کې د Pop-up Blocker تر برخې لاندې چې په شنه آسما نې رنګ ښودل شوی دی په لاندیني غوراوي(Option) باندې کلیک وکړۍ. ۴- د Block pop-ups غوراوی(Option) غوره او کلیک پر وکړۍ اوس با ید نوموړی غوراوی د   Tick(√) په علامه نښه شوی وي. لکه په پورتنۍ کړکۍ کې دا کار شوی. ۵- اوس د Apply او بیا د Ok پر تڼیو کلیک وکړی نو کړکۍ به بنده شي نور به تا سو ته په خپل سر کړکۍ ګا نې نه راوزیږي. په سپیڅلې کلیواله مینه ډاکټر ثواب الدین مخکښ   ",په کمپیوټر کې د پخپل سر راخلاصیدونکو کړکیو مخنیوی 5975,," ", 5976,," دخوست والي ارسلاجمال وويل چې دغه ماين اېښودونكى ددې ولايت باك په ولسوالۍ كې دكلي خلكوپه لاسنيوي دولسوالۍ چارواكولخواهغه مهال له خپل ماين سره ونيول شوچې غوښتل يې دسيمې په جومات كې ماين ځاى پرځاى كړي . دماين اېښودونكي هويت تراوسه ندى مالوم خودامنيې قوماندانۍ چارواكووويل چې په اړه يې پلټنې روانې دي ،داپه داسې حال كې ده چې تېره ورځ هم دخوست ولايت دمنګسوپه سيمه كې يوځانمرګي هغه مهال خپل ځان والوزاوۀ چې دكلي خلكولخوا دهغې دويسارغونډۍ په سيمه كې ايساركړى ؤ ،له روژې مياشتې راهيسي دا دوولسم ځانمرګى بريد دى چې ترسره كيږي .   ",په خوست كې ماين اېښودونكى ونيول شو 5977,," د چاپان په مالي مرسته د ١٨٠ زرو ډالرو په � �گښت د وردګو د سيداباد ولسوالۍ کې د نجونو دوه نوي ښوونځي جوړ شوي دي . هر ښوونځى د زده کړې ٨ خونې لري . د وردګو د پوهنې د چارو مشر ويلي، چې روان کال کې ددغه ولايت په مختلفو سيمو کې د ٣٠ ښونځيو د جوړولو کار پيل شوى ، چې يو � �مير يې جوړې اود ځينو د جوړولو کار لا هم دوام لري . ",وردګوکې د نجونو دوه نوي ښوونځي جوړ شول 5978,," دائيتلافي ځواکونو په مرسته د کنړ ولايت د ماڼوګي ولسوالۍ کې د ١٢ نيم ميليونو افغانيو په ټول لگښت د بريښنا ٧ کوچنۍ او د څښاک د اوبو يوه پروژه بشپړې شوې او ولسي خلک يې له ګټې څخه برخمن شوي دي . د کنړ ولايت د کلتور او ځوانانو د څانګې مشر له بينوا سره ددغه مرستې په اړوند خوشالي وښوده او زياته يې کړه ، چې ٨٠٠ کورنيو ته بريښنا او ٤٠٠ کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوي دي . ",د بريښنا او اوبو ٨ پروژې بشپړې شوې 5979,," د برتانيا لومړى وزير تونى بلر چې تيره شپه پاکستان ته رسيدلى دى ،نن يې ددغه هېواد لاهور ښار کې د پاکستان له ولسمشر جنرال پرويز مشرف سره کتنه ترسره کړه .په دغه کتنه کې دواړو مشرانو د سيمې او افغانستان د امنيت او د اسلامي بنسټ پالو په وړاندې مبارزه او يو شمير نورو سيمه ايزو او نړيوالو موضوعاتو خبرې کړي دي .دواړه مشران وروسته يوې خبرې ناستې ته څرګند شول . مشرف د خپلو څ� �ګندونو پرمهال وويل چې دواړه په ټولو چارو کې ورته تظر لري ، نوموړي د افغانستان د شخړې په اړوند وويل ،جګړه افغانستان کې تم کيداى شي خو نه يوازې د پوځي لارې نه ، نړيواله ټولنه بايد سياسي ملاتړ پراخه کړي او د بيا � �غاونې کارونه چټک کړي .بلر بيا له پاکستان سره دبرتانيا د مرستو يادون وکړ او زياته يې کړه ، چې مرستې به يې د اصلاحي تګلارو په موخه چې مشرف يې ورته يادون کړى ، دوه برابره شي. د برتانيا ٤٨٠ ميليون پونډ مرستو ډيره برخه به د مذهبي مدرسو په اصلاح او امنيتي چارو کې د دريو کلونو په بهير کې ولګول شي . . ټاکل شوې ده بلر پاکستان ته د خپل دريم سفر په ترځ کې له يو شمير مذهبي مشرانو سره هم وګوري . د نوموړي له سفر سم پاکستاني چارواکو يو برتانوى وګړى ميرزا طاهر حسين چې له ١٨ کلونو بند وروسته د اعدام له جزا سره مخامخ وو، د پنجشنبې په ورځ خوشى کړ او ب� �ر د نوموړي د خوشي کيدو په اړوند مننه وکړه .بلر وړاندې له خپل سفر څخه له مشرف څخه غوښتي وو، چې نوموړى وبښي .د سپټمبر له يولسمې نيټې څخه دا دريم ځل دى چې بلر پاکستان ته سفر کوي . ",توني بلر او جنرال مشرف سره وکتل 5980,," د طالب جنګياليو د ډلې يو وياند ډاکتر حنيف ادعا کړې ، چې تيره شپه يې د يو وسله وال بريد په ترځ کې د کنړ ولايت د وټه پور ولسوالۍ کې ٢ تنه امريکايي فوځيان وژلي دي . نوموړې ويلي طالبانو ته په دغه مخامخ جګړه کې مرګ او ژوبله نه ده رسيدلې . همداشان نوموړي ادعا وکړه چې نن سهار د طالبانو د ډزو له امله يو باروړونکى موټر چې امريکايانو ته يې خوراکي توکي ليږدول د کوړنګل په و� �سوالۍ کې په بشپړه توګه له مينځه وړى دى . افغان او ائيتلافي چارواکو د ادعا شوو پيښو په اړوند تر اوسه څه نه دي ويلي . ",طالبان : کنړ کې ٢ امريکايي عسکر وژل شوي 5981,علم ګل سحر_کابل," تيارو کې څړيکه د رڼا وه، ما وې ته يې هغه سپوږمۍ کې پاتې څه ځلا وه، ما وې ته يې هغه پوه نشوم دوی وې ملايکه راغله، بېرته ولاړه باران و، تالنده، بريښنا وه، ما وې ته يې هغه راته موسکۍ وه او زما په زړه يې لاس ايښی و د زړه مې بل رنګه درزا وه، ما وې ته يې هغه جنت نه راغلم، حورې ټولې وې ح يرانې ماته تر غوږ مې ستا غوندې خندا وه، ما وې ته يې هغه زه وم، څېره مې وه، خو ليرې تښتېدله رانه زما له تن څخه جلا وه، ما وې ته يې هغه                      د کابل هوايي ډګر-1383 ",د رڼا څــړيکه 5982,," تېره اونۍ په خبري رسنيو كي د كندهار د ګمرك د � �ئيس حاجي عزيزالله ساكزي په اړه ځيني آوازې خپرې سوې، چي ګواكي نوموړي له خپلي دندي څخه د استعفا پرېكړه كړې ده. حاجي عزيزالله له بېنوا ويبپاڼي سره په خبرو كي وويل چي دى له هيچا سره كوم مشكل نه لري، او نه هم ده ته كوم ګواښ سوى دى، نوموړي زياته كړه چي دى تل د خپل هيواد او خلكو په خدمت كي دى، نه يوازي د رياست پر پوست، بلكي د يوه عادي مامور په صفت هم حاضر دى چي د خپل ولس خدمت وكړي. حاجي عزيزالله وويل:((كه زه په خپل كار كي كومه ستونزه ولرم، د هغې د حل لاره خو دا نه ده چي د دندي د پرېښېدو ګواښ وكړم، بلكي زه وزير لرم، والي لرم او نور مسولين موجود دي، كه كومه ستونزه پېښه سي نو له هغوى سره پر ږغېږم)). نوموړي په رسنيو كي خپاره سوي خبرونه دروغ وګڼل او زياته يې كړه چي دا خبري د ځينو كسانو له خوا ور پوري تړلي سوي دي. ",د كندهار د ګمرك رئيس د رسنيو راپورنه نه مني 5983,," تر ٥ کلونو کم عمرافغان ماشومانو ته د ګوزڼ سراسري او ځانګړى کمپيان نن پيل شو . د روغتيا وزير ډاکتر فاطمى وويل په دغه کمپاين کې ٣ اعشاريه ٧ ميليون م اشومانو ته به د ګوزڼ د واکسين څاڅکي ورکړل شي . په کمپاين کې ٤٥ زره رضاکاران برخه لري او درى ورځې به په ټول افغانستان کې کور په کوردوام وکړي . ",د ماشومانو د ګوزڼ سراسري کمپاين پيل شو 5984,,"   نن دنورستان ولایت په نورگرام ولسوالۍ کې دناټو په مشرۍ دائتلاف ځواکونو دولایتي بیارغونې ټیم یا PRT مرکز پرانیست دناټو ځواکونو قوم ندان دیوید ریچردز، کابل کې دمتحدو ایالاتو سفیر رونالد نیومن او دنورستان والي تمیم نورستاني دپرانیستنې په غونډه کې برخه لرله، ریچردز وویل په ناامنه ولایت کې ددې مرکز پرانستل دسولې په لار کې مثبت گام دی. نیومن په خپلو خبرو کې وویل متحد ایالات به له دغه ولایت سره دښوونځیواو سړک جوړولو په پروژ کې مرسته وکړي. ",په نورستان کې دولایتي بیارغونې مرکز پرانستل شو. 5985,," د عراق د روغتيا وزارت مرستيال صفار چې د ا� �دعوه شيعيه ګوند يو لوړ پوړى چارواکى دى ،نن د ناپيږاندو کسانو له خوا له خپل کور څخه په نامالوم لوري بغداد کې تښتول شوى دى . له دې سره سم نن يو ځل بيا د يو ځانمرګي زوره ور بريد له امله د د حله ښار د ننه د باب الح سين په گن ميشته سيمه کې ٢٢ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړي او تر ٤٠ تنو ډير ټپيان شوي دي . عراقي پوليسو منلې چې په بريد کې شاوخوا ودانيو او پلورنځيو ته ډير زيان رسيدلى دى . بريد په داسې سيمه کې تر سره شوى چې ډير شمير بې وزله عراقيان د مزدورى او کار بار د پيداکولو له پاره په دغه بازار کې راټول شوي وو. د ٢٠٠٣ زيږديز کال څخه تر اوسه د عراقي چارواکو په وينا ١٥٠ زره عراقيان وژل شوي دي . ",د عراق د روغتيا وزارت مرستيال وتښتول شو 5986,," د هندوستان ولسمشر ډاکتر عبد الکلام نن ډهلي کې د يولړ رسمي مراسمو پرمهال د ولسمشرى په ماڼۍ کې افغان ولسمشر حامد کرزي ته د اندراګاندي د سولې جايزه ورکړه . نوموړي د خپلو څرګندونو پرمهال افغان ولسمشر ددغه جايزې لايق وباله او کرزي ته يې په افغانستان کې د سولې ، ولسواکۍ او ثبات د تکړه او غوره شخصيت خطاب وکړ. حامد کرزي د هند دولسمشر او ولس څخه مننه وکړه او و� �کړل شوې جايزه يې يوه ستره جايزه وبلله . د انداراګاندې د سولې جايزه هغو شخصيتونو ته ورکول کيږي چې د سولې ، ثبات او بشردوستى په لاره کې يې ډيرې او نه ستړې کيدونکي هلې ځلې کړې وي . ",کرزي د انداراګاندي د سولې جايزه ترلاسه کړه 5987,," د ختيځ ولايتونو د قومي مشرانو ، سپين ږيرو او پوهانو د ښه نيت کاروان پکتيا ته ورسيد او ددغه ولايت د والي له خوا په جوړه شوې ميلمستيا کې يې ګډون وکړ . د ښه نيت د کاروان ټول هېواد کې د سولې، ثبات ، او عامه سوکالى په موخه د وروڼو قومونو ديوالى او نيږدوالى په م وخه د هېواد جنوبي ولايتونو ته سفر کړى دى . په دغه کاروان کې د ننګرهار ،کنړ او نورستان يو شميرپوهان او مش� �ان برخه لري . ",د ښه نيت کاروان پکتيا ته ورسيد 5988,," د سرپل د بلوچ خان په سيمه کې د کورني تاوتريخوالي او شخړې له امله د کور خاوند ، خپل خسر ، ميرمن او د خپلې ميرمنې خور په ډزو کې ووژل او په خپله د پيښى له ځاى څخه تښتيدلى دى . پوليسو د پيښى پخلۍ کوي او وايي يوازې يو تن يې تر اوسه نيولى دى او هڅه کوي د پيښى اصلي عامل ونيسي . ",د کورني تاوتريخوالي له امله ٣ تنه ووژل شول 5989,," د کابل ښاروالى نوى ټاکل شوي مشر روح الله امان نن کابل کې د يوې ناستې پرمهال ژمنه وکړه چې د کابل ښاريانواو خپلو هېوادوالو په مرسته به د کابل ښار چټله څيره پاکه او ستره کړي اود خبرو له لارې به هغه ستونزې اوارې کړي ، چې د کابل ښاروالى او ښار جوړولو وزا� �ت ترمينځ پيدا شوي دي . نوموړي د پخواني ښارو ال کارونه وستايل او له دولت څخه يې د زياتې بودجې غوښتنه وکړه . ",نوى ښاروال : د کابل ښار چټله څيره به پاکه کړم 5990,," عبدالله پتمن/كابل د راپورونو له مخي د شمالي وزيرستان په ميرانشاه چارواکو تېره شپه د رزمک سيمې څخه يو مړى تر لاسه کړى دى. د دوې په وينا دا کس په سر ويشتل شوى او تر خوا يې يو خط هم موندل شوى دى چې په کې دغه مړى د مولوي هاشم په نوم ښودل شوى دى، او دا يې هم په کې ليکلې وو چې نوموړي امريکايانو ته جاسوسې کوله. د خط پر بنسټ مولوې هاشم د يو بل عالم مولوې صلاح ا� �دين نږدې ملگرى ښودل شوى دى. د يادونې وړ ده چې مولوې صلاح الدين هم  څه مودې وړاندې په ورته تور د نا معلومو کسانو له خوا وژل شوى وو. د ياد شوي عالم مولوي هاشم هويت افغان ښودل شوى دى. ",په وزيرستان کې يو افغان عالم د جاسوسۍ په تور ووژل شو 5991,," د سريلانکا په شمال د واونيا په سيمه کې د دغه هېواد د ځواکونو په يوه پوځي موټر د تاميل پړانګانو د جنګياليو د بريد په ترڅ کې پينځه سرتېري او څلور ملکي وګړي ووژل شول. دغه راز د دغه بريد څخه وروسته د دواړو خواوو تر منځ د نښتو په ترڅ کې ١٠ تنه ټپيان شول. د پوليسو يوه چارواکي وويل د نښتو په ترڅ کې ٤ ملکې وکړي ټپيان شول. هغه زياته کړه تر اوسه روښانه نه ده چې ملکي وګړي د پوځ د ځواکونو يا د مخالفينو له خوا وژل شوي دي. روغتيايي چارواکي هم د ملکې وګړو وژل او ټپي کېدل تاييدوي. تاميل پړانګانو د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې ده. تېره ورځ هم د دغه هېواد ساحلي سيمې د تاميل پړانګانو او حکومتي پوځيانو تر منځ د نښتو شاهد وو. د دغه هېواد ځواکونه ادعا کوي چې د سريلانکا په شمال د منار په سيمه کې يې د تاميل پړانګانو ٣ بېړۍ ډوبې کړې دي. همدا راز تاميل پړانګان وايي چې ٢ دولتي بېړۍ يې ډوبې کړي او ١٠ سرتېري يې وژلي دي. � �ه  ١٩٨٣ کال تر اوسه په دغه هېواد کې د نښتو په ترڅ کې ٦٧ زره کسان وژل شوي دي. يوازې د روان کال په بهير کې تر اوسه ٣ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ور کړي دي. نړيوالې ټولنې په وار وار له حکومت او تاميل پړانګانو څخه غوښتي په هغه جګړه کې چې په لسګونو زره يې بې کوره کړي دي د پاى ټکى کېږدي او د ٢٠٠٢ کال ټاکل شوي اوربند ته راوګرځي. خو لږه کې تاميليان د دغه هېواد د شمالي او لوېديځو سيمو د آزادۍ لپاره جګړه کوي. ",په سریلانکا کي نولس کسان مړه او ژوبل شوي دي 5992,," د افريقايي ټولنې چارواکو ويلي چې د سو� �ان دولت او د جانجاويد  جنګيالي يو ځل بيا سره ونښتل. دغه ټولنه وايي هوايي او ځمکني بريدونه د امنيت موافقې سره ترينګلې کړې دي. د جنګياليو په وينا په دغه جګړه کې ٧٠ تنه ملکې وګړي وژل شوي دي. د سوډان دولت د دارفور په سيمه کې د افريقايې ټولنې د سوله ساتوځواکونو  ماموريت د ملرو ملتونو له ملاتړ  څخه هر کلې کړى وو.  د سو� �ان دولت په دغه هيواد کې د ملرو ملتونو له خوا د ځواکومن ماموريت لپاره د افريقايې ټولنې د سرتيرو  د ځاې پر ځاې کولو په اړه طرحې رد کړي دي. افريقايي ټولنې په يوه وينا کې ويلي دي موجود اختلافات د برمازا د کلي پر سر د هوايي او ځمکني بريدونو لامل شو. ",په سوډان کي تر اویا زیات ملکي وګړي وژل شوي دي 5993,," د بريتانيا د لومړي وزير ټوني بلېر يوه وياند ويلي  چې په  عراق کې د تاوتريخوالي د زياتېدو په اړه  د نوموړي  څرګندونې خرابه تعبير شوي دي. ټوني بلېر د الجزيرې ټلويزيون ته  دې سوال ته په ځواب کې ويلي و، چې آيا د امريکا تر مشرۍ لاندې لاس وهنه په عراق کې ناورين دى، ځواب کې يې ويلي و چې ناورين وو. خو د بلېر وياند ويلي چې لومړي وزير يواځې يې سوال تصديق کړى دى. رپوټونه وايي چې د بريتانيا لومړي وزير ويلي د امريکا تر مشرۍ لاندې د عراق نيونه او تاوتريخوالى يو ناو� �ين دى. هغه ومنله چې په ٢٠٠٣ کال کې د عراق له اشغال نه وروسته د دغه هېواد حالت د پروګرام په مطابق وړاندې نه دى تللى. ", دټوني بلېر وياند :د نوموړي څرګندونې خرابه تعبير شوي 5994,," ", 5995,," ", 5996,," د برتانيا لومړى وزير توني بلر د پاکستان له سفر وروسته نن افغانستان ته راورسيد . نوموړى مخکې له دې چې کابل ته راشي د افغانستان په سويل هلمند ولايت کې يې د برتانوي پوځونو له مرکز څخه ليدنه وکړه او په افغاستان کې يې د دندې د ترسره کولو په خاطر د هغوى څخه مننه وکړه. نوموړي د څرګندونو پر مهال ټينګار وکړ چې د افغان ياغيانو په وړاندې جګړه د نړۍ د راتلونکي امنيت انځور جوړوي. نوموړي له افغان ولسمشر حامد کرزي سره کابل کې يوې خبري ناستې ته د خپل سفر په اړوند معلومات وړاندې کړ او يو ځل بيا له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو په دوام ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې برتانيا د افغانستان د ستونزو د اوارې په هکله له افغان ولس سره مرسته کوي او خپلو ژمنو ته پابند دي اود ترهګرى په وړاندي مبارزه کې به تر اخره پاتې شي . نوموړي څرګنده کړه ترهګرى بيا نه شي راتلى او بنسټ پالى اوترهګرى ته د افغانستان يوازې پريښودل د نړۍ په کچه ترهګرى ته بيا ځاى ورکول دي ، چې د نړۍ هيڅ هېواد به تر ې ارامه پاتې نه شي . بلر د حامد کرزي تر مشرى لاندې د افغان دولت له لاس ته راوړنو ، پرمختګونو او بيا رغاونې څخه خوشالي وښوده او له نوموړي څخه يې د برتانيا او نړيوالې ټولنې د ملاتړ ډاډ څرګند کړ .برتانيا دا مهال ٤٥٠٠ عسکر افغانستان کې لري ، چې ٣٨ تنو يې تراوسه خپل ژوند له لاسه ورکړى دى .بلر له خبري کنفرانس وړاندې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره هم کتنه درلوده . ",د برتانيا لومړى وزير افغانستان ته راورسيد 5997,ميرويس جلالزى," هغه کس چې ځان د طالبانو وياند او ډاكټر محمد حنيف را پيژني وايې د دوي جنګيالو تيره شپه دكنړ ولايت په ماڼو ګې ولسوالې كې د امريكايې ځواكونو په يوه ګزمه بريد كړې او په پايله كې د حنيف په وينا ۶ امريكايې سرتيري وژل شوي دي . همدا رنګه د نوموړي په وينا د وټپور په ولسوالې كې هم په ورته بريد او وروسته نښته كې دوه امريكايې سرتيرې وژل شوي دي او د بهرنيو سرتيرو يو اكمالاتي موټر ته هم اور وركړ شوي. خو د نوموړي د خبرو په وړاندي تر اوسه افغان دولتي ځواكونو او بهرنيو سرتيرو څه ندي ويلي . د حنيف د خبرو سپيناوي هم تر اوسه نده شوي. دا بريدونه په داسي حال كې له ګاون� �ي هيواد پاكستان سره په ګاونډ ولايت كنړ كي تر سره شوي چي تر هغه يوه ورځ مخكې د امريكا سفير روبرت نيومن او د ناټو ځواكونو مشر جنرال ډيويډ ريچارد له نورستان ولايت څخه  ليدنه وكړه او هلته يې د ولايتي بيا رغوني يو ټيم پرانيست . ",طالبان په كنړ كې د خونړيو بريدونو ادعا كوي 5998,ميرويس جلالزى," د نوموړي ولايت د پوليسو مشر سيدآغا ثاقب وويل چي ۱۸ تنه د دي ولايت په پرچمن ولسوالې كې د نيزونو د را وتلو له امله مړه شوي ګن شمير نور ټپيان او تري تم شوي دي . هغه وويل چي دي نيزونو تر ۱۵۰ ډير استوګن ځايونه وران كړي هم دي او كه چيرته بيړني مرستي سيمي ته ونه � �سيږي نو د ستر ناورين د رامنځ ته كيدو ويره محسوسه ده . تر اوسه د چارواكو په وينا د ژغورنې كومه كورني او بهرني ډله سيمي ته نده رسيدلي . ",په فرا ه كې مرګ ژوبله شوي 5999,ميرويس جلالزى," بېنواويبپاڼي ته د رسېدلو معلوماتو له مخي نن دوشنبه د پاكستان د پوځ يو جيټ ډوله الوتكه د نوموړي هيواد د ديره اسماعيل خان ختيځ خوا په ۴۸ كيلومت� �ي  يوه غرنۍ سيمه كې په نامعلوم دليل را نسكوره شوې خوپيلوټ يې ځان ژغورلې دی . د پوځ وياند شوكت سلطان وويل چي د دي پيښې تر شاه كوم ترهګريزي خوځښت موجود نه ښكاري او دا پيښه د تخنيكې ستونزو له امله رامنځ ته شوې . دا جيټ الوتكه په داسي سيمه كې را لويدلې چې هلته بنسټ پالې اسلامي ډلي خورا چټكي دي .     ",د پاكستان يوه جنګي الوتكه راوغورځيده 6000,ميرويس جلالزى," د نيپال د ماويستو ياغيانو مشر ښاغلي پرچندا ويلي چي د پاكستان استخباراتي ادارې ( آى اس آى) دوى ته وړانديز كړى چي په هره برخه كې د مرستي � �پاره چمتو دي، خو د پرچندا په وينا دوى د پاكستان دا وړانديز د نيپال په كورنيو چارو كي لاسوهنه بللې او هغوى ته يې خبر وركړى چي نه غواړي د پاكستان مرسته تر لاسه كړي. د نيپال ماويست ياغيان له ډېري مودې راهيسي د يوه خپلواك هيواد د جوړېدا لپاره له مركزي دولت سره په جګړو اخته دي. د يادوني وړ ده چي د نيپال د م اويستو ياغيانو او مركزي دولت تر منځ تېره اونۍ داسي يو تړون لاسليك شو چي مركزي دولت به ماويستو ياغيانو ته هم په دولتي چارو كې پوره ونډه وركوي.   ",پاكستان وايې د نيپال د ماويستانو مرستې ته چمتو يو 6001,"دیپلوم انجنر محمد حق نیکراد","  کار  یا  د انسان جوهر     ",( کار ) د ديپلوم انجنيرمحمدحق نېکزاد ليکنه 6002,انجنېر زکريا - پوپل," انجنېر زکريا - پوپل   ( هالنډ ۲۰/ نومبر/۲۰۰۶ )   زه په دې باور يم، چي د افغانانو تر مېنځ خپل مېنځي خبري اتري او ډيالوګونه کولای سي نه يوازي د افغانانو په وړاندي ډېري پرتې ستونزي حل کړي، بلکي دځلاندي راتلونکي اوملي ټولني د جوړولو په چاره هم ډېره مرسته کولای سي . م ا د خپلو ډېرو دوستانو سره په دې هکله په وار وار خبره مطرح کړېده، چي دا به ډېره ښه وي که وکولای سو د افغانستان د ستونزو او پرابلمونو په هکله څېړنيز کنفرانسونه او سيمينارونه جوړ کړو. خو د مادي امکاناتو د نه شتون او يو شمېر نورو پرابلمونو له امله په دې بريالي نه سوؤ، چي دغه ډول يو کارته دي سازمان ور کړو. دلته يوه خبره د يادولو وړ بولم، چي موږ به هر کله ددغه ډول يوې غونډي د جوړولو لپاره اساسي شرط دا باله چي دا ډول کنفرانسونه بايد د هر ډول تعصبونو او ګوندي، توکميزو، مذهبي او بل هر ډول غرض نه پرته ، د افغاني وطنپالني په روحيه او خپل ګران هيواد افغانستان ته دچوپړ په خاطر جوړ سي .دا ځکه که داسي نه وي نو هر ګوند، هره ډله ټپله او هر اتنيکي ګروپ به ئي د خپلو تنګو ګټو د منعکسولو لپاره وکاروي . او دا کار به نه يوازي د افغانستان د ستونزي د حل سره مرسته ونه کړي بلکي هغه به لا نوري هم ژوري او لانجه مني کړي . په دې چرتونونو او خيالونو کي مي د نوامبر په لسمه نېټه کله چي د انټرنېټ پاڼي پرانستلې نو د ټول افغان، افغان-جرمن آن لاين او يو شمېر نورو سايټونو کي مي يوه خبره تيا ولوستل،چي په ليدلو ئي بې اندازي خوښ سوم او د ځان سره مي وويل ، چي دادی لکه چي د زړه هيله دي تر سره کېږه. په دغه خبرتيا کي،چي (په ارو پا کی دمېشته افغانانو د ټولنود فدراسيون) «فارو» له خوا خپره سوې وه ، راغلي وه ، چي د روان زېږديز کال دډسمبر په نهمه او لسمه «د افغانستان د ثبات دټينګښت ، ستونزو او د هغو د حل لاري» تر عنوان لاندي نړی وال کنف� �انس جوړېږي او دا هم ليکل سوي وه ، چي په هغه کي به د ښاغلي ډاکټرحسن کاکړ، ښاغلي ډاکټرعلي احمد جلالي ، ښاغلي روستار ترکي ، ښاغلي افراسياب خټک ، اغلي ملالی جويا او نورو په شان پوهان او سياسي شخصيتونه ګډون کوي . نو سمدستي مي هغه شمېرې ټيلفون ته چي په نوموړې خبرتيا کي ئي دمالوماتو د ورکولو په خاطر ليکلې وه، زنګ وواهه او تر دوؤ ساعتونو وروسته په دې بريالی سوم، چي دکوم چا سره خبري وکړم ، خو را ته وويل سو� �، چي ماښام زنګ وواهه او اړوندڅوک به دي پوښتنو ته ځواب ووائي . ما هم همداسي وکړه او ماښام بريالی سوم د اصلي سړي سره خبري وکړم، خو د خبروپه لړ کي پوه سوم چي دا هم اصلي سړی نه دی . دا ځکه چي لومړی خو ده زما د نوم پوښتنه وکړه او بيا ئي را ته وويل ( تا به حال ګپ معلوم نيست ) . کله چي ما ور ته وويل ،چي خبره خو بيخي مالو مه ، دا ځکه چي په انټرنېټي سايټونو کي ئي په هکله خبرتيا خپره سوېده ، بيا نو ده راته وويل ، چي موضوع اونېټه ئي نه ده ما� �ومه ، خو ما ټينګار وکړ ، چي نه تاريخ ئي هم مالوم دی او هغه د ډسمبر نهمه او لسمه نېټه ده او موضوع ئي هم ما� �ومه ده او هغه په افغانستان کي دثبات ټينګښت دي . ددې په ځواب کي ده راته وويل چي ( ها اين ګپ درست است ولي جزئيات بيشتر اش معلوم نيست ) . بيا نوما پوښتنه ترې وکړه چي که څوک وغواړي هلته خپله مقاله واوري او آندونه او نظريات څرګند کړي ، نو دا کار شوني دي ؟ ده په ځواب کي را ته وويل ، چي نه دا کار شونی نه دی ، ځکه چي دا کنفرانس خو د يوې خوا په انګليسي ژبه دی او ټول خلګ په انګليسي ژبه خپلي ويناوي اوروي او د بلي خوا د وينا کونکو ليست م خکي له مخکي ټاکل سوی دی او هغه په انټرنېټي سايټونو کي خپور سوی دی او نور کسان کولای سي يوازي او يوازي دټاکل سوؤ کسانو ويناوي واوري .دا خبره ئي هم راته وکړه چي په دې کنفرانس کي دهالنډ د حکومت استازي اودنورو هيوادونو استازي هم ګډون کوي او مالي لګښتونه ئي د هالنډ د حکومت له خوا ور کول کېږي . نو ما هم د ناچاری نه دا خبره ومنله چي د اورېدونکي په توګه په نوموړي کنفرانس کي ګډون وکړم او ده زماپه هکله مالوماتونه ( نوم ، داوسېدو  ښار او ټيلفون نمره ) واخستل اوژمنه ئي راسره وکړه، چي کنفرانس ته به بلنليک را لېږي او زما سره به ټيلفوني تماس نيسي .خو د يوې اونۍ د تېرېدو نه وروسته مي بيا دنوموړي کس سره تماس و نيوی او پوښتنه مي ځيني وکړه چي ما خو ستاسو له خوا هيڅ احوال تر لاسه نه کړ ، نو ده په ځواب کي راته وويل چي ( شما به هم ان ادرس ايمېل که در اطلاعيه ذکر شده تماس بګيريد واز انها تقاضای دعوت نامه نمائيد ) نو ما ورته وويل چي تا خو به دا خبره ما ته مخکي کولای او دا احوال دي بايد را کړی وای، چي بل چا ته ايمېل واستوم . خير نو مي نوموړي ايمېل ادرس ته د نوامبر په ۱۷ ايمېل ولېږی او غوښتنه مي وکړه چي په کنفرانس کي د ګډون کولو بلنليک را ولېږي . خو تر اوسه م ي چي څلور ورځي تېري سوي دي هيڅ غبرګون تر لاسه نه کړ، ته وايه چي هيڅ ايمېل ئي نه دی تر لاسه کړی. خو ماته هاټ م ايل خبرر اکړ، چي نوموړي ايمېل تر لاسه کړ .ما ته داسي شک را پيدا سوی دی چي له څه وخت نه وروسته به را ته وويل سي ، چي د ګډون کونکو لپاره نور ځای نه دی پاته او ټول ځايونه ريزرف سوي دي . دغه راز يو شمير نورو کسانو هم زما سره تماس نيولی او دې ته ورته کيسه ئي را ته کړې ده . ددې نه ما داسي پايله تر لاسه کړه چي ه� �ومروبه «تر کاسي لاندي نيم کاسه وي» چي ددومره غولونو او ټګماريو نه کار اخستل کېږي .اوس دا وېره را سره سته چي خدای مکړه بيا به ددې کنفرانس څخه، د افغانستان د جوړولو پر ځای ځيني کړۍ د ځان لپاره سياسي ګټه پورته کړی ، که داسي نه ده نو دا ټولي غولوني د څه لپاره دي ؟ دلته خبره داده ، چي که دا کنفرانس د کوم سياسي ګوند، ډلي او ياګروپ له خوا جوړېږي او موضوعات ئي هم په ټاکلو ګوندونو پوري اړه لري بيا نو کوم اعتراض نسته . خو که په رښتيا سره په افغانستان کي دثبات د ټينګښت په هکله نړی وال کنفرانس جوړېږي، لکه څرنګه چې په ځينو ويب پاڼو کې دهغۍ په هکله خبرتياوې خپرې شوې دی او د افغانستان د ستونزو د حل لاری چارې په ګوته کوي ، په دې صورت کي نو بيا دا په کوم ځانګړي سياسي ګروپ پوري اړه نه سي لرلای او نه څوک حق لري چې په کنفرانس کې ددې کنفرانس دمينه والو دګډون لپاره ستونزي پيداکړي او يا دهغوی دګډون م خنيوی وکړی او يا ددې کنفرانس څخه د خپلو موخو لپاره ګټه پورته کړی زما هيله دښاغلي پوهاند حسن کاکړ، دکورنيو چارو د پخواني وزير او تاريخ پوه ښاغلي علي احمد جلالي ،حقوق پوه او دحقوقو د پوهنځي د پخواني استاد ښاغلي روستار ترکي ، دملي نېشنل عوامي پارټي د م� �ستيال ښاغلي افراسياب خټک ، د ولسي جرګې وکيلي اغلي ملالی جويا . د سرحدونو د چارووزير ښاغلي کريم براوي ،اغ� �ي شکريه بارکزی، ښاغلي ډاکټر حنان روستائي او  يو شمېر نوروپېژندل سوؤ او اکاډيميکو شخصيتونو او پوهانو نه داده ، چي دوی بايد پرې نه ږدي چي ځيني کسان د خپلو سياسي او ګوندي موخو لپاره ددوی نه ګټه واخلي . زه هيله من يم چي دوی به په دې هکله خپل غبرګون وښيي او ددغي طوطئې مخه ونيسي . که اړتيا وي زه کولای سم نور لا زيات مالومات هم ورکړم. زما پته د بېنوا سايټ له لاري تر لاسه کېدای سي .  په درناوي،   ",تر کاسې لاندی خو به نيم کاسه نه وي ؟ 6003,," د عراق ولسمشر جلال طالباني راتلونکې � �نبې ايران ته سفر کوي څو د خپل هېواد د امنيتي حالت په اړه له خپل اايرانې سيال سره خبرې وکړي. د عراق د ولسمشر د دفتر د راپور له مخې طالباني د محمود احمدي نژاد له ايران څخه د ليدنې بلنه منلې ده او راتلونکې شنبې تهران ته سفر کوي. ځينې رپوټونه وايي چې دغو خبرو اترو ته د سوريې د ولسمشر بشار الاسد د ورتګ امکان هم شته. ",جلال طالباني راتلونکې شنبې ايران ته سفر کوي 6004,," ", 6005,," عبدالله پتمن/كابلد هند په لوېديځ ايالت بنگال کې په يوه ريل گاډې کې د دوو بمې چاودنو له امله څه نا څه دوولس تنه مړه او شاوخوا پنځوس نور ټپيان شول. په دغه سيمه کې دا چاودنه د 1999 څخه را په دې خوا تر ټولو ستره چاودنه ده. د پوليسو چارواکې وايې د ريل ډبو څخه د مړو را ايستلو هڅې روانې دي او تر اوسه د م ړوسمه  شمېره څرگنده نه ده. د ځينو ټپيانو روغتيايې حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى. او کېداى شې د مړو په شمېر کې زياتوالى راشي. تر اوسه پوري د دغې چاودنې مسوليت چا پر غاړه نه دى اخيستى، خو پوليس او استخباراتې شبکې په لويديځ بنگال او اسام ايالتونو کې بيلتون غوښتونکو ډلو باندې د ورته پېښو شک کوي. ",په بنګال كي د چاودنو له امله ۱۲ تنه مړه او ۵۰ ټپيان شول 6006,," عبدالله پتمن/كابل د بشري حقونو څارونکې ډلې ويلې د عراق د پخوانې ولسمشر صدام حسين محاکمه له نيمګړتياوو څخه ډکه وه. او د نوموړي په اړه فيصله يي بې ا ساسه وبلله. صدام حسين دوې اونۍ وړاندې د بشريت پر وړاندي د جنايتونو له امله د اعدام په سزا محکوم شو. خو د بشري حقونو د څارنې ډلې ويلې چي په نوموړي محکمو كي د ادارې نيمګړتياوو له امله د نوموړې محاکمه عاد� �انه نه وه. خو د عراق دولت دغه راپور رد کړى او د صدام محاکمه يې سمه او عادلانه بللې ده. ",د بشري حقونو اداره د صدام حسين محاكمه ناسمه بولي 6007,ميرويس جلالزى," د نوموړي هيواد د دفاع وزارت له قوله څخه فرانسوي (لي دفيور) نومي ورځپاڼي د سې شنبې په ورځ خبر وركړ چې، د كاناډا هيواد سرتېري به د ۲۰۱۰ زېږ ديز كال څخه مخكې له افغانستان څخه په دې منظور ووزي چې دا سرتيري د همدې كال د المپيك د نړيوالو سياليو لپا� �ه د امنيتي چاپېريال ساتنه وكړي. د ۲۰۱۰ ميلادي كال د المپيك نړيوالي سيالۍ به د كاناډا هيواد په وانكور ښار كې تر سره شي. د دفاع وزير ګوردين اوكانور له قوله ويل شوي له افغانستان څخه به په كور شوي كاناډايې سرتېري د وانكور په ښار كې په امنيتي دندو وګمارل شي ځكه كېداى شې ترهګر د ا ستر مراسم په نښه كړي. وكانور دا هم وويل چي دوى پوهېږي چې له افغانستان څخه به د دوى د سرتېرو وتل په داسي حساسو شرايطو كې ګران تمام شي خو بله هيڅ لاره نه لري . كاناډا هيواد دم ګړى ۲۳۰۰ سرتېري په افغانستان كې لري او هغه هم په ناكراره ولايت كندهار كې ځاى پر ځاى دي. ",كاناډا: د المپيك لوبې به افغانستان زيانمن كړي 6008,ميرويس جلالزى," د پاكستان د بلوچستان ايالت د مركز كويټې ښار د پو� �يسو يوه چارواكې چې ځان يې بېنوا ويبپاڼي ته قاضي عبدالواحد ور پېژاند وويل: ۲۸ تنه شكمن طالبان يې د سې شنبې په ورځ سهار وروسته له هغه له يوې ديني مدرسې ونيول چي غوښتل يې ورانكاري پلانونه جوړ او د افغانستان په خاوره كې يې پلې كړي. دا كسان د پښتون آباد په سيمه كي له يوې دينې مدرسې څخه نيول شوي دي. د نيول شويو كسانو هويت تر اوسه نه دى څرګند شوى، خو دوى په داسي حال كې نيول شوي چي وړمه ورځ د برتانيې لومړي وزير ټوني بلير له پاكستان څخه ليدنه وكړه. د پاكستان ولسمشر پرويز مشرف بلير ته ډاډ وركړ چي د ترهګرو په وړاندي به و� �سره مرسته وكړي. په همدي منظور ښاغلي بلير پاكستان ته د ترهګريزو اعمالو د مخنيوي او د ديني تندلارو د ځپلو لپاره د نويو مرستو ژمنه وركړه.     ",په كوټه ښار كې طالبان نيول شوي 6009, باز محمد - بلجيم,"  باز محمد - بلجيمښاغلی  څا� �نوال صاحب ! کله چې کرزی صاحب  د امريکې د لښکرو سره راغی اودولت ئی اشغال کړ ، داسې، احساسېده  چي ګویا اداري فساد،نړېوال تروریزم مورینه یوازې طالیبان دي او ددوی په له منځه  وړلو سره به  په سېمه کښې د اداري  فساد ،رشوت ترورېزم ، اواخوانېزم  پدېدې ختمې شي،مونږ پدې فکر کې وو، چي ښاغلی کرزی صاحب  او د هغه سره راغلي  ملګري به د تېرو دریو،ځلورو لسېزو د مرکزي حاکېمت  د مختلفو دورو ټو� �و دولتي منسوبېنو،مشرانو،کادرونو،کارمندانو،دوسلوال پوځ  افسرانو،استادانو،کارپوهانو،روشنفک� �انو،منورېنو، پخوانیو سېاسی ګوندونو او ټولو فعالېنو او متعلېقېنوته چي په هېواد او ېا بهر کې  ژوند کوي، وړاندېز وکړ ي،چې هېواد د ژغورنې اوبيا رغونې په پراخ  دموکراتيک بهيرکې له زړه له کومي فعاله ونډه واخ� �ي خو داسې ونه شوه٠  کرز ي د بن د کنفرانس نه رانيولې تردې مهاله پورې حکومتي واګي يوازې په  قومي  ژبني،مذهبي  او تنظمي وسلوالو ډلود يوځای شوو ماجراجويانو د دلاسه کولو د پاره د غوړې مړۍ تقسيم  وه او د کار د اهليت نورمونه پکې تر پښولاندې شول ، او همداسې بايد شوي وای ، او دا کومه نوې خبره هم نه وه ،ددې هيواد په تاريخ کي دولتي قدرت يو د بل څخه يا په خپل زور يا د بل په زور نيول � �وی دی  او دحکومت واګې په لاس کې اخيستي دي همدا سبب دی چې پدې هيواد کې سوله م� �کله ده چي راشي اوهم مشکله ده چي  اداري فساد له مینځه ولاړ شي او يایې څوک مخه ونيسي، ځکه د� �ته هرڅوک په زور سياسي قدرت ته رسيږي، زوروالان  نو بيا هیڅ چاته دا حق نه ورکوې ،چې ميدان  ته راشي ښاغلی ځارنوال صاحب ، همدا سبب دی چه نه قانون شته نه امن شته نه تله د انصاف شته اونه دچا پدې هيواد زړه سوځي ،او په رڼوسترګو ورته ګوري چي هيواد یې ورانيږي کلي کور او بانډې يې د خاورو سره خاورې کيږي  عامه دارائي او ملي پانګه ېې چوريږي د پو ښتني څوک نشته  او نه څوک  پيدا کيږي چي دا مجرمين د � �انون منګولو ته وسپاري که تاسو ته خدای دا توان او قدرت درکړي لږ تر لږه يو څو مجرمين  د � �انون منګولو ته وروسپاری  چي سزا  وويني زه پدې باور لرم دهيواد ټول وګړی به تاسو ته د سترګو په ليمو کي ځای در کړې او درناوی  به مو  کوې  خوز ماسره دا پوښتنه ده، او پدې هم نه پوهيږم  چي د چا په وزرو الوزۍ او په کوم جرائت تاسو دې ناشوني کار ته اوږه ورکړې ده ،که د ت� �ويزيون ، راديو او نورو خبری سرچينو ومنو داسې څرګنديږي ،چې شا ته مو د افغانستان اسلامې جمهو� �ېت ،جمهور ريس  حميد کرزی ولاړ دی، که دا ريښتيا وي او باورپرې وکړو نوويلای شو چي تاسې خپله خپل ځا ن تيرباسې، يو متل دی،چې وايي ( طالب زوړشوخو ملا نشو)تاسې څوک د قانون منګولو ته راکشوۍ، په داسې حال کې چې دښاغلي کرزي صاحب په دولت او ولسي جرګه کې ټول ټوپکسالاران ( جنګسالاران ) ،پاټکيان ( غله ) ترو� �يستان ، ترهګر اودنشه يي توکو ،هيروينو او مخدره موادو سوداګران چي د نړيوال مافيا سره ملګری دي جوړ شوی دی ، که په ياد مو وي څو ورځې  وړاندې خپله تاسو د ملي تلويزيون په مشر نجيب روشن  د � �٠٠٠٠٠  امريکايی ډالرو غلا، او هم مو په صديق چکري نيوکې کړې وې پايله به ئې درمعلومه شوې وي، چي څومره په خپلوهيلو کې بريالي ياست،او له بله پلوه زه سوچ کوم او سر مې هم پرې نه خلاصيږي، چې تاسو به کوم يو قانون ته ورپورې وهی ،هغه چا چې هېواد راته په کنډوالو بدل کړې قتل عام يې کړې د هېواد ملي شتمني ېې تالا کړې مونږ   او تاسې ټول ددې شاهدان يو چي د کابل د موزيم تاريخي او قيمتي اثار چا يوړل او چيرې دي مونږ اګاهي لرو چي دولتي خزانې  د سروزرو خښتې چا د ځانه سره وړيدي مونږ لدې هم خبر يو چې د بالاحصار موزيم چا چور کړ او اثار ئې چيرته وليږدول شوه، بلاخره د افغانستان دهوائې قواوو چورلکې چيرې ولاړې دي لنډه دا چې اوس د انصاف تله د همدې خلکو په لاس ده هغوی د سزا ورکولو حق لري٠ ښاغلی ځارنوال صاحب !  نو� � نو خدای پوهيږې اوبيا تاسو ،زمونږ مشورې به هغه وخت ستاسو په درد دوا شوي وای چي ستاسو ملي ست� �اتيژي ، چي د اداري فساد په وړاندې مبارزه او جهاد دی ، څومره ددې هيواد د ولس په ګټه ده م علومات او اګاهي نه لرو ،خو دا چي اوس زمونږ هيواد خارجي قوواو نيولی دی ، سياسي قدرت نلرو ،نو خپل  ب� �خه ليک پخپله هم نشو ټاکلی ،ځکه نظامي قوت نلرو  نشوکولای خپله خاوره پخپله وساتو همدا دی چي دظ� �م کاڼي او ډبرې را باندې اوري، پيسې نشته ، نشو کولای خپل وږي او بربنډ ماړه اوپټ کړو مونږ خو لا څه کوې زمونږ دچارو چارواکي او سياستوال هم پدې نه پوهيږي،چې د دې افغان ولس غميزه به څه وخت پای ته رسي او له بلې خوا تاسو ويلي که کرزی او پارلاما ن ستاسو ملاتړ ونکړ استعفا به وکړ ۍ، له يوې خوا په خپله ملي ست� �اتيژي کار کوۍ او له بلې خوا دکرزي او دهغه د پارلامان  ملاتړ غواړۍ،نو اوس سړی نه پوهيږي چي تاسې څه غواړی : د کرزي ملاتړ او که د خپل ملي ستراتيژې په هکله مشوری٠ خودومره درته ويلای شم که په رښتيا تاسو دک� �زي د حکومت او پارلامان په مرسته او همکارې د اداري فساد په وړاندې مبارزه او جهاد بري ته رسول غواړی  دا کار ناشونی دی ، د  غلو څخه  غله مدت غواړی، تر هغو چي د کرزي صاحب حکومت د سټی نه وی ړنګ � �وی دا ارمان به بلي دنيا ته د ځانه سره يوسۍپرته  له دې که بله کومه دحل لاره چاره تاسو وينې خو ښه او که نه غلي کينی او د ډوډۍنه خوړلو اعتصاب هم مه کوی، ښه ښايسته ځان مړوۍ،مونږ ته خو دا يوه خيټه را پاتې ده  نور څه خو نلرو٠ بل مې دا ويل که کولای شی کرار پر کور کښینۍ، دا تا ويلي ما ويلي کومه ګټه نلري ېوه مړۍ ډوډۍ به خدای درسوي دخپلو بچيانو سره ېې په خو ښې خوره٠ د هاتيانو سره ټانټې مه چيچی،او نه په  يوه ګل پسرلی کيږي او نه دا وړۍ په دې ډول شړۍکيږي ٠ ",د افغانستان دلوی څارنوال صاحب سره زړه خواله 6010,ميرويس جلالزى," ډاكټر حنيف چې ځان له نا څرګنده ځايه د طالبانو وياند بولي ادعا يې وكړه چې دسې شنبې په سهار يې په كنړ ولايت كې د صقر (جهنم) په نامه پراخ عمليات پيل كړي او په لومړۍ ورځ يې د كرنګل په دره كې د هغه په وينا پنځه امريكايي سرتېري وژلي دي. هغه وويل چې د دوى دا عمليات د افغان دولت او بهرنيو ځواكونو د عقاب نومي عملياتو په وړاندي پيل شوي دي. د حنيف په ويناپه دې يو ساعته جګړه كي يو طالب جنګيالي هم نه دى وژل شوى. د ښاغلې حنيف د دې څرګندونو په وړاندي تر اوسه افغان دولت او بهرنيو ځواكونو كوم غبرګون نه دى ښودلى او همدا رنګه د هغه د خبرو سپيناوى هم نه دى شوى . ",طالبان وايې د دوږخ په نامه عمليات يې پيل كړل 6011,بینوا خبري ځانګه,"     طالبان وايې د سې شنبې په ورځ ماپښين پر درې بجې د اسدالله په نامه يوه طالب د خوست ولايت په م تون سيمه کي د امريکايي عسکرو پر کاروان ځانمرګى بريد وكړ حمله چي له امله يي ١٥ امريکايي عسکر وژل شوي دي. د طالبانو وياند ډاكټر حنيف پېښه تائيد كړې خو افغان چارواكي وايې چې په دې ځان وژونكې بريد كې په خپله بريد كونكى وژل شوى او يو عام وګړى ټپې شوى دى. د خوست امنيتي چارواكي د طالبانو دا ادعا بې بنسټه بولي .",د خوست په متون ولسوالې كې ځانمرګى بريد وشو 6012,," عبدالله پتمن/كابل په بيروت کې لبنانې سياست پوه بيار الجميل د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو. نوموړې د په دغه هيواد کې د عيسايانو مشر او د صنعت وزير و او د شام له مخالفينو څخه گڼل کېدى. هغه د پخوانې ولسمشر امين زوى و. د راپورونو له مخې بيار په عيسايې مېشتې سيمه کې وويشتل شو. د پخوانې لومړي وزير رفيق حريري زوى د دغې وژنې تور په � �ام باندې لگولى دى. بله خوا په � �بنان کې د بيار الجميل په وژنه د دريو ورځو لپاره ماتم اعلام شوى دى. د نړۍ زياتو سياست پوهانو دا وژنه غندلې او پر لبنان يې د يووالې غږ کړى. اخوا د متحده ايالاتو ولسمشر بوش هم دغه پېښه غندلې او د لبنان د حکومت د ملاتړ اع� �ان يې کړى او ويلې يې دي چې په لبنان کې د شام او اېران د لاسوهنې د مخنيوې لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. ",د لبنان د صنعت وزير بيارالجميل ووژل شو 6013,," ", 6014,," عبدالله پتمن/كاب� � د چين ولسمشر هوجنتاو چې د هند په سفر بوخت دى، پرون يې د دغه هيواد له لومړې وزير منموهنت سينگ سره تر کتنې وروسته، په يوه خبري وينا کې وويل، چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا لپاره دوى په لسو ټکو باندې موافقه وکړه. همدارنگه دواړو مشرانو د اقتصادي پراختيا او نورو موضع گانو په اړه ديارلس تړونونه هم لاسليک کړه، دواړه مشرانو د اړيکو د پراختيا لپاره د پولې پر سر لانجې د ژرهواري لپاره هم ژمنې وکړې. د چين او هند ترمنځ سوداگريزې اړيکې په چټکۍ سره مخ پر زياتېدو دي او اټکل کېږي، د روان کال تر پايه پورې به دا سوداگري تر ۲۰ مليار� �ه  ډالرو پورې ورسېږي. په يوه خبري ناسته کې د هند لومړې وزير منموهنت سنگ وويل چې ده او د چين ولسمشر هوجنتاو موافقه کړې چي په راتلونکو څلورو کلونو کې به دغه سوداگري دوه برابره کړو. هوجنتاو به د هند سوداگريز ښار ممبيى ته هم ولاړ شې او هلته به له ملې سوداگرو سره وگوري. په همدې حال کې د هوجنتاو د سفر پر ضد په لسگونو ټيبټانو په هند کې مظاهره وکړه. له دغه مظاهره کونکو څخه ۴۰ تنه د پوليسو له خوا نيول شوې دي. هوجنتاو به د هند سفر د بشپړ کېدو وروسته پاکستان ته ولاړ شي.  ",چين او هند ۱۳ تړونونه لاسليک کړل 6015,," روسيې د ( کا . جي . بي ) د اطلاعاتي سازمان پخوانى مشر  الکساندر ليتوننکو د مسمومولو په توطئې کې لاس لرل رد کړ. ليتوننکو چې د روسيې د ولسمشر ولاديم ير پوتين له نيوکو کوونکو څخه دى شل ورځې وړاندې يې چې په يوه رستورانت کې  د ليده کاته لپاره مراجعه کړې وه، په يوې نامالومې ناروغۍ اخته او د لندن په روغتون کې يې د بستر کېدو لامل شو. د هغه خپلوان د روسيې دولت د تاليوم په فلز د ليتوننکو په مسمومولو تورنوي ، او د نوموړي څېړنې د ولاديمير پوتين د سياست نيوکګر خبريال آنا پو� �يتکوسکا د وژنې په اړه د دغه ګام لامل بولي. دغه راز ليتوننکو د يوه کتاب په چاپ په ١٩٩٩ کال کې ولاديمير پوتين په مسکو کې د يوې چاودنې په تور چې په کې ٣٠٠ کسان ووژل شول تورنوي. ",روسيې د الکساندر په توطئې کې لاس لرل رد کړ 6016,," د ملګروملتونو عمومي منشي کوفي عنان ويلي د امريکا متحده ايالونه عملا"" د عراق په دام کې بند پاتې دى. نوموړي زياته کړه امريکا نه شي کولاى په عراق کې پاتې شي او يا بېرته را ووځي. ځينې په دې باور دي چې په عراق د امريکا شتون  ستونزمن دى او ځينې نور وايي  ژر تر ژره وتل حالت ترينګلى کوي. خو هغه وويل له عراق څخه د امريکا وتل په دې ډول تنظيم شي چې په دغه هېواد کې زيات تاوتريخوالى رامنځ ته نه کړي. همدارنګه عنان له ايران او سوريې څخه وغوښت چې د خپل ګاونډي هېواد عراق په امنيت کې مرسته وکړي. بغداد او دمشق مخکې له شلو کلونو يې اړيکې نه درلودې تېره ورځ يې خپلې ديپلوماتيکې اړيکې پيل کړې. ",م . م : امریکا عملاً د عراق په دام کې بنده پاته ده 6017,انجنيرسيد عبدالقادر," انجنيرسيد عبدالقاد� �                               &n; bsp;                                ;                        ددوشنبي په ورځ دعقرب پر ٢٢  نیټه دولسي جرګي په غونډه کي دګډونکونکو له خواه داسي یو ږغ پورته سو وچه ددی ږغ په اوریدو سره افغان کړیدلي ملت هغه څه ناڅه امید چه دولسي جرګي څخه  درلود لي هغه ئې هم لکه ددولت دچارواکو څخه دناامیدونو پر خواه ټیله کړ ولسي جرګي لمړي په اکسریت پریکړه وکړه چه دخبري رسانو نماینده ګان باید دتالارڅخه خارج سي ٠  ددوي ددي عمل څخه مقصد دا ؤ  چه ددوي په غوښتنه باید افغان ملت خبر نه سي اوپه پټه خپل ځانونوته یوتعدادام تیازونه تصویب کړي او په دغه وخت کي یو تعداد دخلګو ریښتني وکیلانو هم تا لار خوشي کړ ٠ددوي غوښتني په � �اندي ډول وی ؛ چه دولسي جرګي دغړوماهانه معاش دنور هم ډیر سي ٠ دیوه باډی ګارد پر ځاي دوه نفره توظیف سي ٠ او ددوي محترمو کورنیوته دیپلماتیک پا سپورتونه ورکول سي ٠ داوی ددوي په عقیده هغه مشروع غوښتني دخپل ځان او خپلو کورنیودپاره ٠اوس نو لمړي باید ووایو چه ددوی معا شونه اوامتیازونه دڅه قراره دې  واقعئا ددوي دا غوښتني پر حق دې او که نه ؛ دامحترم وکیلان دمیاشتي ١٢٠٠  ډالره معاش اخلي او ٣٠٠٠٠  افغاني دکور دمیاشتني کرایه اخلي دا که څوک دکابل په ښارکي شخصي کور لري او که نه مستحق بلل سوي دی  ٠ اوهم دم یاشتي ١٢٠٠٠  افغاني ددوي دموټر دتیلودپاره ورکول کیږي  چه ٢٤ ساعته ددوی اوددوی کورني په خدمت کي قرار لري ٠ اوهم ٢٥٠٠٠  افغاني په هره تفریحي رخصتي کي ورکول کیږي  اوهم اضافه تر ٢٠٠٠٠  افغانیو پوري دمیا � �تي ددسترخوان په نامه پیسي ورکول کیږ ي  ٠اوهم هر وکیل دپاره یو باډي ګارد یو موټروان اویو سکرتر په ت� �کیل کي نیول سوي  دې  ٠  اوس نو باید ووایوپه اوسني محال کي یو مامور په اوسط ډول ٢٥٠٠  افغاني معاش لري نور هیڅ نوع امتیازونه لکه دپخوا په څیر چه دڅو لسیزوراهیسي بیا تر ١٩٩٢  کال پوري  دکوپون په نامه یوه کتابچه درلودله اوپه هغه کي دمیاشتي ٨  سیره اوړه او٧  کیلوګرام غوړۍ بیله پیسو او٧  کیلو ګرامه بوره اویوکیلوګرام چاي یومقدارصابون اونور خوراکي مواد په ډیر ټیټ قیمت مامور اواجیر ته ورکول کیدل چه  د٨٠ یمي لسیزي په اخره کي تکه باب او دکور مختلف ظر وف هم په ډیر ټیټ قیمت ددولت دمامورینو او اجیرانو په خدمت کیکښیښول سول  ولي د١٩٩٢  کال څخه بیا تر  ٢٠٠١  کال پوري دمجاهدینو او طالبانو دواکمنیو پر محال دا ټول دمنځه ولاړل ولي په ٢٠٠٢  کال کي دمحترم کر زي دحکومت له خوا څخه ددولت مامورینو او اجیرانو ته تنها دکوپون کتابچه ورکول سول او نور هیڅ چه دا هم دامریکا تر مشري لا ندي دنړیوالي ټولني ددو� �ت دمامورینو او غریبو اجیرانو سره ددوي دنه همکاري ښکاره بیلګه ده ٠ اوس به راسوودې موضوع ته چه ولي دا دو� �سي جرګي امتیاز طلبه غړي ددي څخه بیریدل چه ملت ئې اواز وانه ورې زما په نظر دا هم ددوې بله اشتبا ه وه  هغه دا چه دوي خو دملت ریښتیني نماینده ګان نه دې دوي خودپیسو او ټوپک په زور وکیلان سوي دې ځکه نو ضرورت نسته چه دوي باید دخپلو خلګو څخه شرم یا حیئا وکړي ٠  اوملت هم باید کومه توقع ځني ونه لري ٠ دولسي جرګي محترمو امتیاز غوښتونکووکیلانو تاسوته خودافغانستان دولت اودامریکا تر مشري لاندي نړیوا لي ټولني دژوند ډیر ښه ش� �  ایط  مساعد کړي دې تا سو او ستا سو محترمي کورني کولایسي ددولت دنورو لوړو چا رواکو په څیر  د دنیا وهر ګوټ ته چه وغواړي په ډیره اسا نتیا دهغه ځای ویزه دښي سفریه سره تر لاسه کړي  او تا سو خو دنور محروم ملت په څیر نه یاست چه دیوه ولایت څخه بل ولا یت ته داقتصادي ستونځو له کبله سفر نه سي کولاي ٠  نو تاسو دکوم ض� �ورت  پر اساس ددیپلوما تیک پاسپورت غوښتنه وکړه دنورما ل سفري پا سپورت اودیپلوماتیک پاسپورت توپیرتنها په دی کي دې چه ددیپلوماتیک پاسپورت خاوندان کولائ سي چه خپل بکسونه بیله کومي تلا شي خارج ته انتقال اوبیرته هر شي چه وغواړي دخارج څخه بیله کومي تلا شي تر خپل محل پوري راوړي ٠بل کوم امتیا ز خو نه پکښي لیدل کیږي اوس نو ملت ستا سو ددی غوښتني څخه نه پوهیږي چه هدف ستاسو ددي غوښتني څخه څه دي؟  محترمودولسي جرګي وکیلانو!    ایا تاسو خپل زوریدلي ملت ته نه ګوري چه نن ورځ دناټو  او دځینو ضد بشري کړیو تر منځ دجنګونواونا روا اهدافوپه نتیجه کي تر بمباردونو  او انتحا ري حملو لاندي قرباني کیږي ؟اودولت هم کوم جدې عکس العمل دخپل زوریدلي ملت ددفا ع په منظور نه ښکاره کوي ځکه نودملت اوددولت دچار واکو تر منځ دبې اعتما دي فاصله تر حدهم  زیاته سوي ده او تاسویوه لحظه خپل تر منځ ددی بشري جنایاتوپه هکله فکر کړي دی چه څه ډول دپاي ټکي ورته کښی ښول سي  ٠  اوهمددغه ساړه ژمي په رارسیدو سره چه دجمهوري ارګ په یوه کیلو متري کي دافغانانو یو تعداد جنګ ځپ� �ي کورني په زړو او څیري خیمو کي یخ تر سها ره ریږدوي او کوچني ما شومان ئې دوچي ډوډي دنه درلودلو له کبله په ژړا باندي بیدیږي ایا ستاسو وجدان کوم تکان خوړلي دي ٠ ایا تاسودکابل دښار په مختلفو څلور لا رو کي دزرګونو بیکارو خلګو قطارونه لیدلي دې چه اولا دونو ته دوچي ډوډي  دلا س ته راوړلو په امید په یخ او ګرمي کي دسهاره تر بیګاه ولاړ وی چه که یو څوک پر مهربانه سي  وکارته ئې بو زي  ؟    ولي په زرهاوو انسا نان بیګاه بیر ته په ډیر ه نا امیدي او ټیټ سر با ندي په خپله زړه خیمه ننوزي او دخجالت څخه دخپلو شیرینو ماشومانو اوخپ� �ي میرمني سره خبري نه کوي  دا ځکه چه په دې غیر عادلا نه امریکائې پلوه نظام کي ونه کړا ئې سوا ي کا رپیدا کړی  اوخپلواولادونو ته حداقل وچه ډوډي  پر دستر خوان کښیږدې دده میرمن او دده پاک ماشومان فکر کوي چه ددوي دکور مشر په دوې ملامت دۍ چه ولي خپلي کورني ته دیو تعدا دانسا نو په څیر ښه ډوډي او کور نه سي پیدا کولاي او ددی لوئې ګنا پیټي دده پر اوږه ور اچوي  او دکور خاوند هم ددوي په مقا بل کی بې له خاموشي څخه بل څه نسي ویلاي   ٠دولسي جرګي محتر مو وکیلا نو ؛ ایا تاسو دملت په مقابل کي ددولت دی ستري جفا ته په څه نظر کتلي دې ؟  چه نن ئې دملت ټوله هستي په ډیره بې شر ما نه ډول پر با زار کړ ي ده اوغواړي چه د٩٥ فیصده خلګو ه� �څه و٥ فیصده داسي انسا نا نو ته ورکړي  چه یا دامریکا او غربي نړي  تالی څټي وې او یا لوي جنګ سا لا ر وي که ددولت ددی ضدي ملي پا لیسۍ   مخ نیوي ونه سي  نو ډیر ژر به دافغا نستان ٩٥ فیصده خلګ دریر یښتیني فقر در وا زي ته ودروي  او ٥ فصده زور واکان به خپل نا مشر وع  حاکمیت ور با ندي کوي  چه دا هم په افغانستان  کي  دامریکا او غر بي نړي دلیري سترا تیژ ی  یو جز دۍ نو تا سو ددې نا مشروع او غیر حقو قي پلو رلو د مخ نیوي په هکله کوم څه کړي دي او که ئې  تما شا کوي  او یا امتیا زونو ته سترګي په لا ره یا ست  ٠ په ښکاره ډول معلومیږي چه دافغا نستان   دولت دخپلي پټي پا لیسي پر اسا س  قصدا داسي غیر مسلکي او نا پوه اشخاص دتصدیو، فابر یکو ،شرکتونو،بانکونو ، او نورو عامه اجتما عي خدما تو دمؤسسو په رائس  کي مقر روي  چه اص� �ادلومړي ورځي څخه دکار کفا یت نه لري  او دولت غواړي  چه دخلګو شکایت ددې مؤسسو په وړاندي پورته سي بیانو دولت په هغه  صورت کي خپل خانته حق ور کوي  او  په ډیر غیر مسؤلانه ډول تلا ش کوي  اود وزیر صا ح بانودلاري  نا ري  وهي چه دولتي سیکتور نه سي کولاي چه دخلګو غوښتنو ته جواب ووائ ځکه نو با ید پر یوه سر ما یه دار وپلورل سي او یا ئې دڅو لسیزو له پار ه په کرا یه ورکړ و چه ددې لا ري څخه ددولت یو تعداد چار واکي  دلسګونو ملینونوخاوندان سول  اوهغه کسان چه په افغا نستا ن کي کولا ي سي چه ددی فا جعي مخه ونیسي دهغو ومخ ته هم په پټه او ښکاره ما دې امتیازونه ایښو ول کیږي  ځکه نو خا مو شي اختیا ر کړي ده ٠ په دا سي حا ل کي چه دا پلورل هیڅ نوع شر عي اوحقوقي  جوا ز نه لري دا ځکه چه  ؛ په یوه مملکت کي چه خارجي قواوي شتون ولري  او په محلاتو کي جنګ سالاران د پوره واک خاوندان او شخصي زندا نونه ولري او هم دځینو همسا یه مملکتونو دخوا ه څخه په یوه او بل ډول ورته  تهدیدونه موجود وي نو دا زوریدلي لاس تړلي غیور ملت به څنګه دخپل اصلي نظر اظهار وکړي ځکه نو دغسي دولتونه او پار لما نونه چه ددغسي شرایطو زیږ نده وی په هیڅ ډول حق نه لري  چه دملي شتمنیو د پلورلوصلاحیت په لاس کي واخلي ٠ دولسي جرګي محترمو وکیلانو ؛ که په رشتیا سره تا سو غواړي چه  دخپلو وڅنګ ته ودریږي او خپل نومونه مو دافغا نستان په تاریخ کي په زرینو کرښو ولیکل سي نوبایدددی غیر مشرو ع او غیر حقو قي پلورلو په مخ کي دیوه وسپنیز دیوال په څیر ودریږي دملت هستي ئې ټوله کړه تقسیم تر خپل م نځو                     لڅ لپړ ئې دا ملت کړي هر افغا ن په دې پوهیږي  جوړي کړي قبا لي دې پرهستـــــــــــــــیو دم� �ت                        وپوهــــیږ ي واکــدا رانو دا به بيرته با طل یږ ي  ",ولسي جرګه دنوي امتيازونوپرلور(دانجنیرقادر لیکنه ) 6018,عبدالله شاه ژوندون,"   ډير دروغ وايي چې وفا غزل ته رنګ ورکويد چا يادونه دي زما غزل ته رنګ ورکوي منم د ښکلو ادا ګاني د غزل توري دي مګر په سترګو کې حيا غزل ته رنګ و� �کوي موږ خو د ميني ملنګان يو چې غزلي بولو ذاهده څه شی دي چې ستا غزل ته رنګ ورکوي د چا چې فکر ا و خيالونه وي د بل په لاس کېخود بې د خوږ زړګي هوا غزل ته رنګ ورکوي که د مين شاعر غزلو ته لږ فکر وکړوشي به څرګنده چې جفا غزل ته رنګ ورکوي ژندونه ! نن خو دي د حال ژبه لا نور څه  واييتا خو ويلو چې ( ويدا ) غزل ته رنګ ورکوي غزني قره باغ۶/۱۱/۱۳۸۴   هرات پوهنتون ",غزل 6019,," د عراق د صدر پر ښار باندې د امريکا د متحدو ايالتونو د پوځ د هوايي بريد په ترڅ د يوه شپږ مياشتيني ماشوم په ګډون ٣ تنه ووژل شول او شاوخوا ٥٠ کسان نو ر ټپيان شول. په دغه بريد کې نور مالي زيانونه هم اوښتي دي. ", امريکايي پوځ په عراق كي ۳ تنه وژلي شوي 6020,," د عراق د رمدي په ښار کې  تېره ورځ يوه ځان وژونکي د پوليسو د پوستې مخې ته ځان والوزو چې په ترڅ کې يې د يوه پوليس په ګډون دوه تنه ووژل او شپږ نو ر ټپيان شول. د پوليسو او روغتون چارواکي وايي د بغداد په شمال لوېديځ کې د عراقې پوځونو په يوه کاروان د يوه بمي بريد له امله پينځ تنه ټپيان شول. هغو زياته کړه چې د ټپيانو په ډله کې دوه تنه عراقي سرتېري هم وو. دغه راز د بغداد په مرکز کې د يوه رستورانت په ګند لوښي کې د يوه ځاى پر ځاى شوي بم د چاودېدو له امله در تنه ملکې وګړي ټپيان شول. ",په عراق کي په څوجلاجلا پېښو کي یو شمېر کسان وژل شوي 6021,احمد جاويد تسل," د ام� �يکا د متحدو ايالتونو ولسشمر جورج بوش ويلي، چې د ايران او سوريې د تعدياتو پر وړاندې به د لبنان له آزادۍ څخه دفاع وکړي. د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت وياند ګوردن جاندرو وويل چې د لبنان له لومړي وزير سره يې تېره ورځ په يوې اړيکې کې ويلي چې د هغه دولت چې د لبنان دولت څخه د هغه څه پر وړاندې چې د اېران او سوريې دولتونه تعديات بولي م� �اتړ کوي. بوش د اېران او سوريې دولت د لبنان د دولت په کمزوري کولو تورنوي. په همدې حال کې د امريکا د متحدو ايا� �تونو د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل د کاندو ليزا رايس په ګډون د دغه هېواد نور چارواکي هم د لبنان له لومړي وزير فواد سينيوره سره اړيکې نيولي او د هغه له حکومت څخه يې ملاتړ وکړ. ",بوش د لبنان له حكومت څخه ملاتړ اعلان کړ 6022,," ", 6023,," ", 6024,احمد جاويد تسل," د ملګرو ملتونو سازمان په يوه نوي خپور شوي رپوټ کې په عراق کې د تاوتريخوالي له امله د ملکې وګړو په وژلو کې د زياتوالي خبر ورکړى. د ملګرو م� �تونو شمېرنه ښيي چې په عراق کې د ملکي وګړو وژل زيات شوي ددي او په اکتوبر کې څه باندې ٣٧٠٠ کسانو ته رسېدلى دى، چې د سږ کال د سپټمبر په پرتله ٤٠٠ کسانو څخه زيات شوي دي. زياتره وژل شوي کسان د بغداد څخه دي چې په قومي دښم نيو کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى. د رپوټونو له مخې ښځينه قربانيان هم ډېر شوي دي چې ډېرى يې د مذهبي اف� �اطيانو له خوا وژلې شوي دي. رپوټونه بې هويته مړو ته د بغداد په بېلا بېلو سيمو کې اشاره کوي. د سپټمبر او اکتوبر په دوو مياشتو کې په پلازمېنه بغداد کې ٣٢٥٣ بې هويته مړي موندل شوي دي. ",م .م وایې په عراق کي د ملکي وګړو د مرګ شمیره زیاته شوې 6025,," په بنگله دېش کې د ټاکنو د کميسون مشر په لنډ م هاله توگه دخپلې دندې پريښودو ته خپل تيارى وښود. د راپورونو له مخې د ټاکنو د کمېسون مشر ايم اى عزيز د رات� �ونکې جنوري د ټاکنو څخه د مخه د خپلې دندې پرېښودو ته خپل چمتوالى وښود. د نوموړې د گوښه کېدو لپاره په دغه هيواد کې مخالفې ډلې له تېرو څو اونيو را په دېخوا په مظاهرو لاس پورې کړى دى. مخالفو ډلو ويلې چې د عزيز خان په گوښه کېدو به راتلونکې ټاکنې شفافې وي. د بنگله دېش ولسمشر تېره ورځ په يوه رسمې خبرې ناسته کې  وويل چې عزيز خان به د ټاکنو په دوران کې د دريو مياشتو په رخصتې وي. او زياته يې کړه چې له دغه اعلان سره به په دغه هيواد کې حالات عادي بڼې ته راوگرځې. ",د بنګله دېش د ټاكنو د كمېسون مشر استعفا ته چمتو شو 6026,," دا خبره د چين ولسمشر هوجنتاو پرون د هند له لومړې وزير منموهنت سينگ او نورو چارواکو سره تر کتنې وروسته کړې ده. نوموړې زياته کړه چې دى په ټوله اسيا په ځانگړې توگه سويلې اسيا کې د زياتې ارامۍ د رامنځته کولو هوډمن دى. هوجنتاو د څلورو ورځو لپاره هند ته تل� �ې و او نن به له هند څخه د پاکستان په لور روان شي. ",هوجننتاو: د هند او پاکستان ترمنځ د سولې خبرو ته چمتو يم 6027,احمد جاويد تسل," د اندونيزيا د جاوا په ټاپو کې تېره ورځ د ګازو په يوه � �يکه کې د چاودنې په تر څ کې  لږ تر لږه ٧ تنه ووژل شول او د رپوټونو له مخې په لسګونو نور تري تم شوي دي. زياتره وژل شوي کسان د پوځيانو په ګډون کارکوونکي و، چې په دغه ځاى کې په کار بوخت وو. پېښه د جاوا ټاپو په ختيځ کې د پ� �تامينا په سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې د ګازو ليکه پرې شوه. دا په داسې حال کې ده  چې چارواکوغوښتل په دغه ځاى کې د نفتو يوه څاه برمه کړي چې دغه کار د پېښې لامل شوه. ",په اندونيزيا کې ٧ تنه ووژل شول 6028,ميرويس جلالزى," د نوموړي ولايت د بالامرغاب ولسوالې يو چارواكې چې ځان يې حبيب الله مرغابي په ګوتو كړ وويل: دا كسان له تيري يوي اوني راهيسي  د نوموړي ولايت په بيلا بيلو و� �سواليو كې د سختو اورښتونو او ورپسې د نيزونو د راوتلو له امله مړه شوي دي. هغه وويل دولتي چارواكو او م� �ستندويه ټولنو له ډيرو هلو ځلو وروسته د خرو او كچرو په مرسته بيړني مرستې سيلاب څپلو سيمو ته رسولي دي. له بلي خوا دافغانستان په جنوب لويديځه حوزه كې د ناټو ځواكو يو لوړ پوړي چارواكې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور � �ي بينوا ته وويل چې دوي هم تر اوسه ۱۷۶۰۰ پونډه خوراكې توكې  هغو كورنيو ته رسولي چي نيزونو زيانمن كړي دي. ",په بادغيس كې ۱۵۰ تنه وژل شوي دي 6029,,"   دودان افغانستان موسسې په ملاتړ تیره ورځ دافغانستان دملکانو ټولنې په کابل کې په اسمان ابي هوټل کې کلنۍ غونډه وکړه، دمالیې وزیر پوهاند انوار الحق اح دي، دکلتور وزارت مرستیال نبي فراهي دولسي جرگې غړو قومي مشرانو او نور مخورو برخه لرله. دوی په کال کې دوه ځله غونډې کوي او دسیمې ستونزې چارواکو ته رسوي. ښاغلي احدي وویل ملکان دي چې دامن په راوستو کې له حکومت سره مرسته کولای شي، او دخلکو ستونزې دحکومت چارواکو ته رسوي. دپکتیکا و� �ایت ملک عبدالصمد وویل ددغه راز غونډو جوړول ارزښتناک دي قومي مشران کولای شي له دې لا� �ې ستونزې چارواکو ته ورسوي. دودان افغانستان موسسې مرستیال روح الامین وویل ددوی موسسه له دې ټو� �نې سره تخنیکي مرستې کوي.   ",دملکانو ټولنې کلنۍ غونډه وکړه. 6030,ميرويس جلالزى," د طالبانو د ړنګ شوي رژيم يو وتلي مشر م لادادالله پرون وويل : د دوي جنګيالې هر راز بريدونو ته چمتو دي خو سره له دي هم دوي دي ته منتظر دي چي د ژمي سړه هوا ختمه شي نو وروسته له هغه به خپل بريدونه د افغانستان د مركزي دولت او بهرنيو ځواكونو په وړاندي ګړندي كړي. دادالله وايي دوي به د ژمي له موسم څخه په ګټه اخيستو خپل جنګيالي په تجهيزاتو سمبال كړي. د نوموړي دا څ� �ګندوني په داسي حال كې د رسنيو لاس ته ورغلي چې تيره ورځ په كابل كي د ناټو ځواكو وياند لوكنيتيګ وويل د مخالفو جنګيالو په بريدو كې د پام وړ كم والي راغلي او دا ځكه چې د عقاب او غرني قهر عمليات خورا اغيزمن تمام شول. د يادوني وړ ده چې د دادالله په وينا د طالبانو مشران په خپله جنګړيزي ستراتيژي كار كوي چې پكې ځانمرګې بريدونه او همدا شان ناڅاپه بريدونه هم شامل دي. ",ملا دادالله : ژمى چې تير شي بريدونه به ډير شى 6031,ميرويس جلالزى," د نوموړي ټړون پوځي مشر جنرال جيمز جونس د پاكستان له دولت څخه مننه كړې چې د نوموړي په قول افغانستان ته يې د تروريستانو د اوښتو څخه په مخ نيوي كي اغيزمن ګامونه پورته كړې دې. جنرال جنوز چي د ماموريت دوره يې په راتلونكې مياشت كې پاي ته رسيږي د پاكستاني ولس مشر څخه يې په منني سربيره پرون په بلجيم كې دا هم وويل چې اوس د پاكستان دولت له دوي سره كلكه ژمنه كړې او روښانه بيلګې يې هم دا دي چي په دي ورستيو ورځو كې د پاكستان پوليسو د بلوچستان په ايالت كي تندلاري ترهګر ونيول . دا ناټو دا مشر په داسي حال كې له پاكستان څخه خوښي څرګندوي چي پاكستان پوليسو د رواني اونۍ په پيل كې د هغوي په وينا ګن شمير ترهګر له يوي ديني مدرسي ونيول ",ناټو له پاكستان څخه مننه وكړه 6032,," ", 6033,," ", 6034,احمد جاويد," اټکل کېږي  چې د وېنزويلا  د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د دغه هېواد اوسنى ولسمشر هوګوچاوېز ګټونکى شي. وروستي ټول پوښتنې څرګندوي چې دى د زياتو رايو په توپير سره � �ه خپل سيال څخه مخکې دى. چاوېز د دغه هېواد د بې وزلو طبقو له بشپړملاتړ څخه برخمن دى. په دغه هېواد کې د بې وزلو خلکو د پرمختګ او آسانتياو لپاره د وېنزويلا په دولت کې د ښو ټولنيزو خدمتونو جوړول د چاويز د تصدۍ په دوران کې دې ده له بنسټيزو پروګرامونو څخه  وو. ",د ونزويلا ټاکنې به هوګو چاوېز وګټي 6035,," ", 6036,," ", 6037,ميرويس جلالزى," د امريكا دا لوړ پوړي چارواكى نن له غرمې مخكې په يو ناڅاپې سفر د عراق پلازميني بغداد ته رسيدلي دي. د رپوټونو په حواله ښاغلې چيني به په خپل دي سفر كې د عراق له لومړې وزير نوري كامل المالكې او همداشان په دي هيواد كې له ميشته امريكايې سرتيرو سره وګوري. د امريكا د دولت دا لوړ پوړي چارواكى په داسي حال كې عراق ته رسيږې چې تاوتريخوالي هم هره ورځ مخ په زياتيدو ده . د ملګرو ملتونو سازمان په يو تازه رپوټ كې  پرون خبر وركړ شو چې په نوامبر ميلادي مياشت كې د اكتوبر م ياشتي په پرتله ډير عراقيان د تاوتريخوالو قربانيان شوي دي.  رپوټ كاږي  چې هره ورځ د سل تنو په � �ا او خوا كې كسان د عراق په بيلابيلو ښارونو كې وژل  شوي دي. ",ديګ چينې په ناڅاپې سفر بغداد ته ورسيد 6038,," ", 6039,ميرويس جلالزى," د پولنډ د ( سي ، ټي ، ټي) خبري � �ژانس د راپور په حواله دا سرتيرى  دم ګړي په مادريد كې دى ، خو په نوموړي تورونه لګيدلي چي په افغانستان كې يې د خپل ماموريت په دوران كې په لسګونو زره امريكاېې ډالر له افغان قرارداديانو د رشوت په بڼه اخيستي دې . دا د ملكي چارو  د  پولنډ  سوله ساتونكى سرتيرى د پنجشنبې په ورځ محكمې ته وړاندي شو. د يادونې وړ ده چي دم ګړي يو شمير پولنډي سرتيري په افغانستان كې د سوله ساتي ځواك په چوكاټ كې ماموريت پر مخ بيايې.   ",يو سوله ساتى سرتيري د بډي اخيستو په تور ونيول شو 6040,عبدالله پتمن," نوموړى به د خپل سفر په ترڅ کې له پاکستانې چارواکو سره وگوري. د پاکستان لومړې وزير شوکت عزيز دغه هيواد ته د هوجنتاو راتگ يو تاريخې سفر بل� �ى او ويلې يې دي چې له دې سره به د چين او پاکستان ترمنځ اړيکې نوري هم پراخې شي. مخکې تر دې هوجنتاو هند ته تللى و او هلته يې د اقتصاد او سوداگرۍ په اړه يو لړ تړونونه لاسليک کړل. پاکستان ته د هوجنتاو واک ته له رسېدو و� �وسته دالومړى سفر دى. هوجنتاو به له پاکستان سره د ازادي سوداگرۍ ، د ريل پټلې او د گوادر بندر د پراختيا په اړه تړونونه لاسليک کړي. د چين سينهوا خبرې اژانس ويلې چې هوجنتاو به په پاکستان کې يو بېسارى تړون هم لاسليک کړې خو څرگنده يې نه کړه چې دا به څرنگه تړون وي. د هوجنتاو د راتگ نه مخکې ويل کېده چې دواړه هيوادونه به د اټومې پروگرام د همکاريو په اړه هم يو تړون لاسليک کړي. دا تړون به په هغه څېر وي لکه څرنگه چې د امريکا متحده ايا� �تونو او هند څو ورځې وړاندي ترسره کړ. چين او پاکستان پخوانۍ ملگرتيا لري دواړه هيوادونه به په روان کال كي د خپلو سفارتې اړيکو ۵۵ مه کليزه ولمانځې. ",د چين ولسمشر هوجنتاو نن پاکستان ته په لار دى 6041,,"    فضل غني حقمل د روان کال د لیندۍ د میاشتې په لومړۍ نېټه د افغانستان د قلم ټولنې لخوا په کابل کې د پښتو ژبې د مخکښ شاعر ښاغلي دروېش دراني په ویاړ یوه غونډه وشوه، چې بې� �ا بېلو لیکوالو شاعرانو او د دروېش مینه والو ورکې ګډون کړی وو. دغه  غونډه چې د افغانستان د قلم ټولنې په مرکز کې جوړه شوې وه د سټیج چارې یې د شاعر او لیکوال علم ګل سحر پ� �غاړه وې .  غونډې ته لومړی حبيب الله رفېع، عبدالغفورلېوال، ډاکتر طارق رشاد او یو شمېر نورو د ښاغلي دروېش د� �اني د شاعرۍ په اړه لنډې او هراړخیزه خبرې وکړې چې له مخې يې د شعر په ډګر کې د ښاغلي د� �اني د لاسته راوړنو ستا ینه وشوه. ورپسې ښاغلي درویش دراني هم پخپل وار ګټورې او خوندورې خبرې وکړې او د هغو کسانو څخه یې مننه وکړه چا چې د دغې غونډه په جوړولوکې مرسته کړې وه. نوموړي دغه راز غونډې ته خپل څو شعرونه هم واورول چې د ګډونوالو لخوا وستایل شول .  په دغه غونډه کې ښاغليوحبیب الله رفیع، صفیه صدی� �ي، عبدالغفورلیوال، اسدالله غضنفر، پيرمحمد کاروان، ډاکتر طارق رشاد، علم ګل سحر، محمد نبي تدبير، اجمل تورمان، نورمحمد لاهو، محبوب الله محبوب، فضل غني حقمل، عزت الله ځواب، نبي صلاحي، نذیراحمد سهار، منقاد الرحمن رودوال، محمدحسن حسام، جیلاني جلان او ګڼ شمېر نورو لیکوالو او � �اعرانو برخه اخیستې وه .                 ",په کابل کې دښاغلي درویش درانی په وياړ غونډه وشوه 6042,احمد جاويد تسل," د امريکا د متحدو ايالتونو پوځونو نن د عراق په پلازمېنه د صدر پر ښار ګوټي پر يوه ميني بوس د ګوليو بريد وکړ چې په ترڅ کې يې ٤ کسان ووژل او شاوخوا ٨ نور ټپيان شول. پو � �يس او عيني کتونکي وايي په دغه ميني بوس کې سپاره کسان ملکي وکړي و، نه اورپکي. ويل کېږي چې دغه کسان بې وزله خ� �ک وو چې د کار لپاره بازار ته تلل. ",په عراق کې نن ٤ تنه ووژل شول 6043,ميرويس جلالالزى," دا خبره د نوموړي ولايت يوه امنيتي چارواكې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شې بېنوا ويبپاڼي ته وكړه. د كندهار د ولايتي شورا د غړي زرغونې كاكړ خاوند د سې شنبي په ورځ ناوخته هغه مهال ووژل شو چي له آغلې كاكړ سره د ښار په يوه ګڼ مېشته سيمه كې د وچي ډوډۍ په اخيستلو بوخت وو. خو د نوموړي ولايت امنيه قوماندان عصمت الله عليزي خبري آژانسونو ته وويل چې دا كار د وطن دښمنانو كړى خو دا يې روښانه نكړه چې د وطن له دښمنانو د هغه موخه څوك دي. د يادوني وړ ده چې له دي مخكې د نوموړي ولايت د ولايتي شورا غړى محمديونس حسيني او د ښځو چارو رياست رئيسه آغلې صفيه عمه جانه هم په ورته بريد كې د دوو موټر سايكل سپرو په ډزو وژل شوي وه. چارواكو د عمه جانې د وژنې په تور يو تن ونياوه چي ويل كېږي د ګلبدين حكمتيار د اس� �امي حزب د منځنې ځواك قوماندان دى. ",طالبانو د زرغونې كاكړ خاوند وژلى 6044,احمد جاويد تسل," د اسراييلو د پوځ هوايي ځواکونو نن د غزې په تراړه کې د صرافۍ يو دوکان تر بريد لاندې ونيوه. د فلسطين د روغتيا چارواکو وويل دغه بريد کوم زيان نه دى اړولى. دغه بريد يوه ورځ وروسته له هغې تر سره کېږي چې د اسراييلو امنيتي کابينې د بريدونو په دوام او فلسطيني پوځيان تر بريد � �اندې راوستلو باندې موافقه وکړه. اسراييلي ځواکونه له درندو وسلو سره د غزې په شمال کې يوې حساسې  سيمې ته و� �ننوتل. اسراييلي سرتېرو په بيت حانون کې څو کورونه تر خپل ولکې لاندې راوستل. دغه سيمه دوه اونۍ وړاندې د اس� �اييلو د مرګوني بريدونو موخې ګرځېدلې وي چې د هغې په لړ کې د ماشومانو په ګډون ١٨ تنه ووژل شول. پرون هم دوه ف� �سطيني سرتېري او دوه ملکي وکړي د غزې په تراړه کې هغه مهال ووژل شول چې اسراييلي ځواکونو د حماس د پارلمان د يوه غړي په کور بريد وکړ. د اسراييلو پوځ ويلي چې دا د فلسطيني پوځيانو د توغنديو د بريد پر وړاندې د هغوى د عملياتو يوه برخه ده. پرون د غزې له تراړې څخه د اسراييلو د سدروت پر ښار شاوخوا پينځه توغندي وتوغول شول چې کوم ځيان يې نه درلود. ",پر فلسطين باندې اسراييلو بريد وکړ 6045,احمد جاويد تسل," ټاکل شوې ده د نړيوال اټومي انرژۍ د حکامو شورا د دغه بنسټ څخه د فني مرستو د موندلو لپاره د ايران غوښتنې تر څېړنو لاندې راولي خو تمه نه کېږي چې هغه تاييد کړي. د حکامو شورا غونډه نن د آژانس په ماڼۍ کې د اتريش په پلازمېنه وېانا کې تر سر کېږي او د فني مرستو د کمېټې له خوا توصيه شوې طرحې او تاييد د غوښتونکو هېوادونو لپاره د مرستو ورکول د دغې غونډې تر دستور لاندې دى. ",د نړيوال اتومي انرژۍ د حکامو شورا 6046,," د ولسمشر کرزي له مطبوعاتي دفتر څ خه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر کرزي له جهادي رهبرانو اوحکومتي چارواکو سره د ډایاګ د پروسې د تطبیق په اړه خبرې کړي او د ډایاګ د پروسې د لاښه کېدو په اړه په دغه ناسته کې نظرونه وړاندې شول. په دغه ناسته کې احمدضیا مسعود، رباني، سیاف، ګیلاني، هدایت امین ارسلا، جنرال عبدالولي او نورو حکومتي چارواکو برخه لرله. ",ولسمشر له جهادي رهبرانو سره دډایاګ په اړه غږیدلی 6047,," د امریکا د مرکزي قواوو قومندان جنرال ابي زید تېره ورځ له ولسمشر کرزي سره لیدلي، په کتنه کې د امن د جوړېدونکې لویې جرګې په اړه خبرې اترې شوي. له ترو� �یزم سره جګړه، د ملي اردو او ملي پولیسو د تجهیزاتو په اړه په دغه کتنه كي خبري وشوې، دغه راز جنرال ابي زید ولسمشر کرزي ته وویل چې هیواد به یې تر هغو له افغانستان سره مرستیال وي ترڅو افغانستان پخپلو پښو درېږي. ",ولسمشر کرزي له جنرال ابي زید سره لیدلي 6048,," نن دولسمشرۍ په ماڼۍ کې ولسمشر ک� �زي له والیانو سره په کتنه کې له هغوې په کلکه دنشه یي توکو ورکول غوښتي ولسمشر کرزي والیانو ته ویلي چې که بدیل معیشیت وي او که نه باید کوکنار ورک شي. ولسمشر کرزي دغه راز والیانو ته ويلي هغه ولسوالان چې دکوکنارو په ورکولو کې مرسته نه کوی باید مرکز ته وروپیژندل شي ترڅو هغوی له دندو ګوښه شي. په دغه کتنه کې له ولسمشر ک� �زي سره له والیانو پرته دکورنیو چارو وزیر، له نشه یي توکو سره دمبارزې وزارت مرستیال او نورو چارواکو برخه لرله. ",ولسمشر له والیانو په کلکه دکوکنارو ورکول غوښتي. 6049,علم ګل سحر_کابل," زه درنه بېل شوم، خو خبرو ياره پرې نه ښودېتا څه ويل خو چا تر خپله واره پرې نه ښودې پرون مې ټولې په خپل لاس جانانه ړنګې کړلېد خپل پل نښې مې هم ستا په لاره پرې نه ښودې ته لکه زه يوازې خوښ وې، خو قسمت ته ګورهتر تا چاپېر شول، خو ګلونو خاره پرې نه ښودې ما مې د اوښکو ملغلرې درلېږلې ، خو تازموږ تر منځه تر اومړي تاره پرې نه ښودې تا د ټيکري پېڅه کې ټولې خوښۍ غوټه يووړېيو څو شېبې دې هم زما لپاره پرې نه ښودې ",اومـــړی تار 6050,علم ګل سحر_کابل," يو څو کلونه مې د ژوند له کلو بېرته باسم                       ژوند کې يې نه شمېرمهزه مې د عمر کليز،                     بېرته له سره ليکميو څو کلونه مې پخپل عمر کې نه شمېرمهپوهېږې کوم کلونه؟هغه کلونه چې له تاسره مې مينه وکړههغه کلونه چې مې عقل رانه تا وړی وهغه کلونه چې مې ذهن کې يوازې ته وېهغه کلونه ستا د عمر په کلو زياتوميو څو کلونه مې د ژوند له کلو بې� �ته باسم                            ژوند کې يې نه شمېرمهپه دې اميد چې بيا دې ياده نه کړمرښتيا!       که دا کلونه مې د ژوند له کلو بېل کړم ،                              &nb; sp;    رانه هېره به شې؟نه نه تا هېرولی نه شمته مې په خټه کې يېراځه له بلې دې خبره کړمهزما کوټه کې د کړکۍ خوا ته د لمر رڼا تههغه خاورين ګلدان کې ګ� �،                          درته ياديږي که نه؟چې ته به نه وې، زه به يې خوا ته ناست ومچې ته به رانه غلې نو مړاوی به شواوس چې ته نه راځې، همېش تازه ويپوهېږې تېره ورځ مې څه وکول؟د هغۀ ګل ترڅنګ مې وکارۀ د ځوځو بوټیستا به باور ونه شيسهار چې پاڅېدم له خوبه څخهګل او اغزي په يوۀ بوټي کې وزه ورته ګورم، ته مې ياد يې،                          ته مې نه هېرېږ ېنو:که هغه څو کاله مې وباسم د ژوند له کلوبيا به مې هم ته چېرې هېره نه شېزما په ذهن کې د مينې او کينې جګړه دهزما په ذهن کې اغزي او ګلان دواړه اوسي!!! وزير اکبر خان مېنه- ازادي را� �يو ",اغـــزي او ګلان 6051,احمد جاويد تسل," د بغداد د صدر په شيعه مېشته ښار ګوټي كي د يو لړ بم ي او ځان وژونکو بريدونو په ترڅ کې شاوخوا ١٦٠ کسان وژل شوي دي. د رپوټونو له مخې څه د پاسه ٢٠٠ تنه نور ټپيان � �وي دي. په بغداد کې د تېرې ورځې بريد يو له هغو بريدونو څخه و، چې د امريکا له خوا د دغه هېواد د اشغال له وخت څخه هم زورور وو. ",په بغداد کې ١٦٠ کسان وژل شوي دي 6052,احمد جاويد تسل," د فلسطين وسله والې ډلې وايي که اسرائيلي پوځيان خپلو بريدونو ته پاى ورکړي، دوى چمتو دي چې پر اسرائيلو د توغنديو بريدونه ودروي. دغه پرېکړه وروسته له هغي ناستې وشوه چې د حماس په ګډون د فلسطين ټولو مبارزو ډلو پكي برخه اخيستې وه. د رپوټونو له مخې تمه کېږي د غزې په تراړه کې د فلسطين ولسمشر محمود عباس ته د دغه هېواد جنګيالي له اسرائيلو سره د اوربند وړانديز وکړي. بله خوا يوې فلسطينۍ ښځې د غزې په تراړه کې يو ځان وژونکى بريد تر سره کړ، چې په ترڅ کې يې په خپله ووژل شوه او ٢ اسرائيلي سر تېري يې ټپيان کړل. دغې ښځې چې په ځان پوري يې چاودېدونکې توکي تړلي و، د جبليه اردو ځاى ته چې ه� �ته  اسرائيلي ځواکونه مېشت دي ورغله او په سر تېرو يې بريد وکړ. د حماس ډلې اعلا ن کړى چې دغه ښځه فاطمه نجار نومېده او د عزالدين قسام له سرتېرو څخه وه. د دغه ښځه ٥٧ کلنه او د ٩بچيانو مور وه. ",د غزې په تراړه کې ٧ فلسطينيان ووژل شول 6053,," اليگزاندر ليتوى نينکو پرون د لندن په يوه � �وغتون کې مړ شو. اليگزاندر هغه مهال په مطبوعاتو کې مشهوره شو چې ويلې وو هغه ته زهر ورکړل شوي. د روغتون چا� �واکو تر اوسه د نوموړي د مړينې لامل نه دى څرگند کړى. اليگزاندر د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين مخالف و او په هغه باندې يې ډېر تورونه هم لگولې و. خو د روسيې دولت نوموړي ته د زهرو ورکول څخه نه منې. الگزاندر په 2000 کال کې لندن ته تللى و او هلته يې سياسي پنا اخيستې وه. ",پخوانې روسيې جاسوس له دنيا سترگې پټې کړې 6054,," نوموړى د يوه رسمې سفر په ترڅ کې پ� �ون د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ورسېد. ويل کېږې هوجنتاو به له دغه هيواد سره د نورو تړونونو برسېره د اټومې پروگرام د همکاريو يو تړون هم لاسليک کړي.په تېرو لسو کلونو کې دا د هوجنتاو لومړى سفر دى چي پاکستان ته يې کوي. پاکستان ته د هوجنتاو له راتگ وړاندې د چين خبرې سرچينې سينهوا ويلې و چې نوموړى به په پاکستان کې بېسارې تړونونه لاسليک کړي، خو دا يې څرگنده نه کړه چې دا به څرنگه تړونونه وي. د پاکستانې چارواکو په وينا تېر کال د پاکستان او چين ترمنځ شاوخوا څلورنيم بليونه سوداگري ترسره شوې وه او په راتلونکې پنځو کلونو کې به دغه کچه۱۵ بليونو ته ورسېږي. ",د چين ولسمشر هوجنتاوپرون ماښام پاکستان ته ورسېد 6055,افغان رساله," د افغان رسالې  ۸۹  ګڼه له چاپه راوتلې چې ډیر په زړه پورې مطالب پكښې لوستلاى سئ. که غواړئ چې د افغان رسالې هره ګڼه ستاسو پر � �درس درورسېږي، نو مهرباني وکړئ خپل د کلني ګډون بيه چې ۶۰ ډالره کېږي په لاندې پته ولېږئ: Afghan PostP. O. Box 300741027 Finch Avenue WestToronto, OntarioM3J 3L6Canada افغان رساله   / Afghan Post        -   ټورنټو   -    کانا� �ا   تیلفون ۹۰۸۱ – ۴۷۲ (۹۰۵) Tel: (905) 472 – 9081  / فکس ۴۶۸۴ – ۴۷۲ (۹۰۵) Fax: (905) 472 – 4684 /  بريښنا لیکafghanpost@rogers.com ويب پاڼهwww.afghanpost.com     ",دافغان رسالې نوي يمه ګڼه مينه والو ته وړاندي کېږي 6056,احمد جاويد تسل," په سهيلي کوريا کې نن په زرگونو مظاهره کوونکو د دغه هيواد او د امريکا د متحدو ايالتونو تر منځ د ازادې سوداکرۍ د خبرو اترو په وړاندې، چې ويل کيږي سيمه ييز سوداګر او ک� �ونده گر گواښي، په مظاهرو لاس پورې کړ.  مظاهره کوونکي د دغه هيواد د پلازمېنې سيول ته په نږدې پرتو ښارونو کې له پوليسو سره لاس او گريوان شول. د دغه هيواد د دولتي رسنيو د رپوټونو له مخې، شاوخوا پينځه اويا زره م ظاهره کونکو، چې ډيرى يې کروندگر دي، په دغو مظاهرو کې گډون کړى دئ. مظاهره کوونکو پر دولتي ودانيو د ډبرو او � �رگيو په ورولو او همدا راز د دولتي مالونو په سوځولو سره، له امريکا سره د ازادې سوداگرۍ د خبرو اترو د پاى غوښتنه کوله. ويل کيږي، چې تر اوسه په دغو نښتو کې، څه ناڅه سل کسه ټپيان شوي، او په لسگونو نور د پوليسو له خوا نيول شوي دي. دا په سهيلي کوريا کې په دې وروستيو کلونو کې د کارگرانو او کروندگرو تر ټولو پراخه مظاهره بلل شوې ده. دغه هيواد د وروستي ځل له پاره څه ناڅه يوه مياشت مخکې د دغو خبرو اترو د څلورم پړاو کوربه وو، چې په هغه وخت کې هم د کارگرانو له پراخه مخالفت سره مخامخ شوې وې. د سيول او واشنګټن تر منځ به  د ازادې سوداګرۍ په اړه خبرې اترې ډير ژر له سره پيل شي، چې ښايي د روان زېږديزکال تر پايه به دوام وکړي.د دواړو خواو تر منځ د کرهنيزو، م وټرونو، او درملو د توليد په اړه اختلافات شتون لري. ",په سهلي کوريا کې مظاهرې 6057,احمد جاويد تسل,"   د نړيوالې جنگي جرم ونو محکمې يو لوړ پوړى چارواکى لویس مورینو اوسامپو ويلي چې د دارفور په جنگ ځپلې سيمه کې يې د څيړنې د بشپړ کيدو وروسته په کافي اندازه اسناد لاس ته راوړي دي.نوموړي په هاگ کې غړو هيوادونو غونډي  ته په يوه وينا کې ووي� �  مرگوني پيښې اود دغو پيښو  مسئولين يې پيژندلې دي . دارفور د سوډان په لويديځ کې پرته  هغه سيمه ده چې د دري کلنې جگړي په ترڅ کې په  لسگونو زره کسان په کې وژل شوي او  شاوخوا دوه نيم ميليونه نور د خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي دي. د امريکا متحدو ايالتونو ويلې هغه څه چې دلته پيښيږې ټول وژنه ده . خو خرطوم دغه تور ردوي. په همدې حال کې د دغې سيمې د پيښو  په اړه د نړيوالو پريکړه ځنډنۍ نه ده . اوسامپو ويلي دغه مسله کيداى شې ژر د هاگ په نړيواله محکمه کې مطرح شي. لويس داڅرگنده نه کړه چې څوک تورن دي خو ويلې دي چې ترسره شوي جرمونو کې زوروني ، وژنې  او جنسې تيري شامل دي.         ",د جرمونو په وړاندې نړيوالې محکمې اسناد لاسته راوړي 6058,," تېره ورځ په څلورو سنې مسجدونو بريد ت� �سره شو چې په کې۳۱ تنه ووژل شول. دغه بريدونه څو ورځې وړاندې په شيعه مېشتو سيمو باندې د بريدونو په ځواب کې چې � �اوخوا ۲۰۰ تنه په کې وژل شوې وو ترسره شوي دي. په بغداد کې د پنجشنبې ورځې راهيسې له گرځ بنديز سره_سره يوه م سجد ته اور واچول شو او بل تر راکټې بريد لاندې راغى. اخوا د شيعه مشر مقتدى صدر پلويانو لومړې وزير نورې الم الکې ته گواښ کړى که د امريکې له ولسمشر بوش سره وگوري نو دوى به په پارلمان کې له خپلو دندو گوښه شي. اخوا پ� �ون په عراق کې د يوه بل ځانمرگې بريد له امله ۲۲ تنه مړه او شاوخوا ۳۰ نور ټپيان شول. ",په بغداد کې سنې مسجدونه تر بريد لاندې ونيول شوه 6059,," د لوګر ولايت د محمد آغې پر ولسوالۍ تېره � �په د نا مالومو وسله والو کسانو له خوا د درندو او سپکو وسلو بريد وشو. د دغه بريد د مرګ ژوبلې په اړه تر او سه کوم راپور نه دى تر لاسه شوى، خو پوليس وايي ښايي دغه بريد د طالب اورپکو له خوا تر شوى وي. د دغه بريد په اړه پوره مالومات نه دي تر لاسه شوي. ",د لوګر ولايت د محمد آغې پر ولسوالۍ بريد وشو 6060,," داخبره د چين ولسمشر هوجنتاو پرون م اښام د پاکستان د ملې ټلوېزيون له لارې د پاکستان وگړو ته په يوه وينا کې کړې ده. او زياته يې کړه چې د پاکستان او چين ترمنځ ملگرتيا د هند له سمندر څخه ژوره د همالې له غره څخه اوچت او له شاتو څخه خوږه ده او هيله من يم چې راتلونکى نسل به هم دغه ملگرتيا تر پايه وساتې. هوجنتا وويل چې پروگرام لرم په پنځه راتلونکې کلونو کې به ۵۰۰ پاکستانيان چين ته دعوت کړم. د پاکستان ولسمشر پروېز مشرف وويل چې چين څومره پياوړى وي هماغومره به پاکستان هم پياوړى وي. د دې د مخه هوجنتاو ويلې و چې پاکستان سره به د اټومې پروگرام په اړه همکاري دوام لري او نوى تړون به نه لاسليک کوي. د چين ولسمشر به نن د لاهور ښار ته هم ولاړ شې چيرته او هلته به د پاكستان له ملې سوداگرو سره له نږدې وگوري. ",سخت دريځې د پرمختگ په لار کې بنديدزونه جوړوي 6061,"احمد جاويد تسل"," په بحرين کې نن د مجلس د نوو استازو د ټاکلو لپاره د رايو ورکول پيل کېږي. دا دوهم ځل دى چې په دغه هېواد کې د يوه نوي نظام په چوکاټ کې دا امکان پيدا کېږي چې استازي ځان مجلس ته ونوموي. تېره ورځ د دغه هېواد په پلازمېنه منامه کې ٢٠٠٠ کسانو د بحرين لومړى وزير د ټاکنو په درغليو تورن کړ او د هغه د ګوښه کېدو غوښتنه يې کوله. د صلاح الدين بندر په نوم د دولت يوه پخواني مرستيال دولت تورن کړ چې د سني مذهبانو د سلطې د ساتلو لپاره په هېواد کې توطيه جوړوي. هغه له هېواد څخه بهر دى. په منامه کې مظاهره کوونکي دولت تورنوي چې د شيعه ګانو د رايو د کمزوري کولو او په زرګونو بهرني سني کارګرو ته تابعيت او پايله کې يې د رايو حق ورکړي. بحرين شاوخوا ٧٠٠ زره نفوس لري چې په درېو کې يې يوه برخه کارګران دي. ",په بحرين کې نن د استازو ټاکنې کېږي 6062,,"   په سريلانکا کې د د دفاع وزارت ويلې چې تيره ورځ دغه هيواد په شمال ختيځ  ايالت بټيکالوا کې د نښتو له امله  د تاميل پړانگانو شاوخوا 20 تنه وژل شوې دي .خو د تاميل پړانگانو دا خبره رده کړې او ويلې يې دي چې په دغو نښتو کې د تاميل پړانگانو يو تن او د حکومت 7 لوړ پوړې پوځې چارواکې وژل شوې دي. د سريلانکا حکومت ويلې چې د تاميل پړانگانو له خوا پر دوې د بريد کولو وروسته دوې هغه سيمه تر بمبار لاندې راوسته . دا نښته په داسې حال کې ترسره کيږې چې د هند د بهرنيو چارو وزير شوشنکر مينن د سريلانکا په سفر بوخت دي .دغه هيواد ته د هندي  وزير د سفر موخه په راتلونکې اونۍ کې به د سريلانکا لومړې وزير مهندا راجا پا کسى هند ته سفر وکړي د مخه کتل دي. راجا پاکسې به هند ته د خپل د سفر په بهير کې د هند له لومړې وزير منموهن سينگ سره مهمې خبرې اترې وکړي. تير کال د سريلانکا حکومت او د تاميل پړانگانو په نښتو کې څه نا څه درې زره کسان وژل شوې دي.     ",په سريلانکا کې تيره ورځ 20 تنه ووژل شول. 6063,,"   بینوا ویبپاڼې ته دائت� �اف ځواکونو له لورې په راغلې خبرپاڼه کې راغلي چې دائتلافي او افغان ځواکونو په گډو عملیاتوکې نن سهار دخوست ولایت دبادل په کلي کې یولس تروریستان نیول شوي.دوی وایي یو لړ اسناد یې هم دعملیاتو په ترڅ کې نیولي خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ائتلاف او افغان سرتیرو ته کوم زیان ندی رسیدلی  ",په خوست کې یولس تروریستان ائتلافي ځواکونو نیولي. 6064,,"   دایساف له لورې په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دغزني دقره باغ په ولسوالۍ کې دمخالفینو په یوه برید کې دایساف یو سرتیری وژل شوی او بل ټپي � �وی. ",غزني کې دایساف یو سرتیری وژل شوی. 6065,احمد جاويد تسل," په نړيواله محکمه کې د روانډا د ولسمشر د محاکمې � �پاره د فرانسې غوښتنه ، روانډا له پاريس سره خپلې سياسي اړيکې پرې کړې. د روانډا دولت له پاريس څخه خپل استازى � �اوغوښت او د فرانسې سفير ته يې ٢٤ ساعته وخت ورکړى څو دغه هېواد پرېږدي. فرانسې دوه ورځې وړاندې د روانډا د مشر د نهو تنو پلويانو د نيولو جواز د دغه هېواد د پخواني ولسمشر په وژلو د لاس لرلو تور خپور کړى دى. د ١٩٩٤ کال د عام وژنو په لړ کې څه د پاسه ٨٠٠ زره روانډايان ووژل شول. ",په نړيواله محکمې کې د رواڼدا ولسمشر 6066,," ", 6067,,"   دغه چاودنه نن سهار شاوخوا۸ بجې په کارته پروان کې رامنځته شوه چې موخه يې د دفاع وزارت يو موټر وگرځېد. د دفاع وزارت يوه کارکونکې چې د نوم له اخيستلو څخه يې ډډه وکړه وويل چې په دغه چاودنه کې يو سرتېرى ټپي شوى دى. د پيښې په اړه څ ېړنې پيل شوې خو تر اوسه کومې ډلې د دغې چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.     ",په کابل کې چاودنه وشوه. 6068,," ", 6069,," دا نښته نن سهار وختې هغه مهال رامنځته شوه چې هندي عسکرو د سخت دريځې اسلامې ډلې په يوه پټنځاى باندې بريد وکړ. د پو� �يسو په وينا په دې نښته کې دوه عسکر او يو شکمن سخت دريځى وژل شوي دي. په يو بله نښته کې دوه سرتېري ټپيان شوي دي.",په هندې کشمير کې نن نښته رامنځته شوه 6070,," په سريلانکا کې د د دفاع وزارت ويلې چې تېره ورځ د دغه هيواد په شمال ختيځ ايالت بټيکالوا کې د نښتو له امله د تاميل پړانگانو شاوخوا ۲۰ تنه وژل شوې دي. او زياته يې کړه چې د تاميل پړانگانو له خوا پر دوى د بريد کولو وروسته دوى هغه سيمه تر بمبار لاندې راوسته . خو تاميل پړانگانو دا خبره رد کړې او ويلې يې دي چې په دغو نښتو کې د تاميل پړانگانو يو تن او د حکومت ۷ لوړ پوړې پوځې چارواکې وژل شوې دي.. تېر کال د سريلانکا حکومت او د تاميل پړانگانو په نښتو کې څه نا څه درې زره کسان وژل شوې دي.   ",په سريلانکا کې شل تنه ووژل شول 6071,," په ملګرو م� �تونو کې د امريکا د متحدو ايالتونو سفير جان بولټن ويلي په روانه اونۍ کې د لبنان د صنايعو د وزير بيارالجميل ترور ښايي د لبنان دولت پر وړاندې د کودتا په لاره کې لومړۍ ګام وي. بولټن خبريالانو ته وويل په لبنان کې د سياسي ترور په اړه ورستۍ څېړنې ښيې چې سوريه په هغه کې لاس لري او ټول قربانيان د سوريې پر خلاف وو. ",امريکا د بيارالجميل د وژلو پړه پر سوريې اچوي 6072,ميرويس جلالزى," ډاكټر حنيف چې ځان د طالبانو وياند بولې ادعا يې كړې چې د جمعې په شپه يې د لوګر ولايت په څرخ ولسوالې كې په دولتي سرتېرو بريد كړى چې په پايله كې يې د هغه په وينا دوه موټر سايكلونه او يو دولتي موټر ته اور ورته كړى او د ولسوالۍ ټول وسايل طالبانو له ځان سره وړي دي. هغه د پكتيا په سيد كرم ولسوالي كې د ملي پوځ په يو موټر د ځانمرګي بريد خبر هم وركړ. همدا رنګه د قاري يوسف په نامه د طالبانو يو بل وياند چې له يوه ناڅرګنده ځايه يې خبر كولې ادعا وكړه چې د كندهار د ارغنداب ولسوالۍ په خواجه ملك سيمه كې يې د يو ناڅاپې بريد پر مهال ۱۵ دولتي سرتېري وژلي دي. قاري يوسف د كندهار د ژيړۍ په و� �سوالې كې د بهرنيو سرتېرو په يوه مركز د توغنديو د بريدونو خبر هم وركړ چې نوموړي يې د اوښتي مرګ ژوبلي په اړه ځان بې خبره وښودى. د طالبانو د دي ادعا ګانو په وړاندي تر اوسه دولتي چارواكو څه نه دي ويلي خو افغان چارواكو په وار_وار د طالبانو ادعا ګانې بې بنسټه او يوازې مطبوعاتي تبليغات په ګوتو كړې دي. ",طالب وياندويان د مرګ ژوبلو ادعاوې كوي 6073,,"   نن دکابل په کانټنینټل هوټل کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه. په سر کې د ښځو د چارو وزیرې میرمن حسن بانوصبحرنگ خبرې وکړې او يې ویل لاهم په هیواد کې د ښځو پر وړاندې تاو تریخوالی په پ� �اخه کچه شته، د ښځو په بدو کې ورکول په ځینو سیمو کې د ښځو ځان سوزونه یې د ښځو په وړاندې ننگونې وگڼلې. په غونډه کې د ولسمشر کرزي او د هغه د مېرمنې زینت کرزۍ پیغامونه ولوستل شول چې د دغې ورځې لمانځل یې ارزښتناک بللي ول او له ښځو سره د تاوتریخوالي له منځه وړل یې غوښتي وه. ",له ښځو سره د تاوتریخوالي د ورځې یادونه وشوه 6074,," د بلوچستان د کويټې ښار پوليسو يو افغان وګړی د ترهګرۍ په تور ونيو. د بلوچستان د پوليسو مشر (ډي ای جي)غلام قديرديبو په يوه خبري غونډه کې وويل چې شاه خان د افغانستان د ملي اردو سرتېری دی. د غلام قدير ديبو په وينا، نوموړی درې ورځې مخکې په ناقانونه توګه بلوچستان ته اوښتی او درې ورځې يې په مسلم باغ سيمه کې تېرې کړې دي. شاه خان په بليلي پوسته کې نيول شوی او ۱۵کڅوړې چاودونکي توکي،۳۰ قلمي بمونه او ۲۹ هغه سيمونه ورسره نيول شوي، چې په چاودنو کې کارول کېږي. شاه خان د کويټې ښار په تېرو چاودنو کې پر لاس لرنه اعتراف کړی او پوليسو ته يې خپل دوه نور ملګري هم ورپېژندلي دي.   ",(افغان ترهګر) په کويټه کې له بمونو سره يوځای ونيول شو 6075,ميرويس جلالزى," د شمالي اتلانتيك ناتو تړون عمومي مشر يوپ ديهوپ شيفر پرون په بروكسيل كي خبريالانو ته وويل چي د ليتوانيا په پلازمېنه ريګا كې به د ناټو تړون مشران د نورو موضوعګانو تر څنګ د افغانستان په مسله هم خبري وكړي او ځكه چې د افغانستان حالت دوى ته ډېر اهميت لري نو له همدي امله دوى غواړي د خپلو بحثونو ډېره برخه افغانستان ته وسپموي. شيفر همدا رنګه وويل چي دا غونډه به د سې شنبې په ورځ پيل او د ۵ شنبې تر ورځي پوري به د ليتوانيا په پلازمينه ريګا ښار كې دوام ومومي. د يادوني وړ ده چي د شيفر په وينا د ناټو تړون غړو هيوادو دا منلې چې كه چيرته د افغانستان په جنوب كې حالات ترينګلي شي نو خپل سرتيري به له امنه ډكو سيمو څخه بهر كړي او په ناكرارو سيمو كي به يې ځاى پر ځاى كړي. له دې مخكې د جرمني لومړۍ وزيري ميرمن انګيلامركل ويلي وو چي د دوي هيواد به په هيڅ وجه خپل سرتيري له شمالي افغانستان څخه ناكراره سويلي افغانستان ته وانستوي.   ",ناټو: د افغانستان حالت د خبرو په سر كې دى 6076,ميرويس جلالزى," په افغانستان كې د مېشتي ايتلافي ټلوالې قوم اندانۍ نن سهار خبر وركړ چي د افغانستان په جنوبي ولايت كندهار كې يې د يو لړ عملياتو پر مهال ۷ تنه طالب چريكان وژلي او ۱۱ تنه يې په ختيځ افغانستان كې روغ رمټ ژوندي نيولي دي. ځواكونو وويل چي نښته د كندهار ښار په سپېروان سيمه كي د جمعې په ورځ رامنځته شوه. په دې اړه نور جزيات نه دي خپاره شوي. ",ايتلافې ځواكونه وايې طالبان يې وژلي دي 6077,," د سرحد ايالت والي نړيوالې ټولنې ته خبرداری ورکړ، چې د افغانستان پښتون ډېره کی د ناټو پر وړاندې بغاوت ته نږدې کيږي.د سرحد ايالت والي علي م حمدجان اورکزي له رويټر خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي، چې پښتانه په اوسني حکومت  کې دبشپړې نماينده ګۍ د نشتوالي، ټولنيز بې برخېتوب او روانو بمباريو له امله پاڅون ته اړ اېستل کيږي. اورکزي پر افغان حکومت او ناټوځواکونو غږ کړی، چې ستونزې دپوځي لارو پر ځای د خبرو اترو له لارې اوارې کړي. د سرحد د والي په وينا، که افغان حکومت او ناټو ځواکونه اوسنی سياست همدغسې جاري وساتي په افغانستان کې به له سترې ناکامۍ سره مخ شي. نوموړي په خپله مرکه کې د عراق وروستي تاوتريخوالي ته نغوته کړې او ويلي يې دي، امريکا او ملګري يې اوس په عراق کې د خپلو تېروتنو بيه ورکوي.      ",پاکستان: پښتانه د ناټو په وړاندې بغاوت ته نږدې کيږي 6078,ميرويس جلالزى,"   د هسپانيې د دفاع وزارت خبر وركړ چي دوى غواړي په نيژدي راتلونكې كې ۲۶۰۰ د ټانګ ضد ميزايل له تل ابيب څخه واخلي او په بدل كې يې له اسرائيلو سره ا� �تصادي مرستي وكړي. د رپوټونو په حواله د هسپانيې دولت د جمعې په ورځ پرېكړه وكړه چې د اسرائيلو څخه (اسپايك ام � �ر) د منځنې واټن ويشتونكې د ټانك ضد توغندۍ چي له ليري واټن څخه په ريموټ كنترولېږي واخلي. ويل كېږي د دې ۲۶۰۰ توغندو ټوله بيه ۳۳۴ ميليونه ايرو ته رسېږي. د يادوني وړ ده چې د چارواكو په وينا دا توغندۍ به د هسپانيې د سمندري ځواكونو په اختيار كي كېښودل شي. ",هسپانيه له اسرائيلو توغندۍ را نيسي 6079,," لوګر(بېنوا): نن سهار د لوګر ولايت په څ رخ ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو پر موټرو ځانمرګی بريد وشو. د لوګر د امنيتي چارواکو په وينا، دغه بريد د څرخ و� �سوالۍ په ډبر کلي کې شوی او د ناټو ځواکونو موټر پکې الوتی دی.د چارواکو په وينا، بريدکوونکي خپل غواګۍ (سراچه) موټر د ناټو ځواکونو له موټرو سره چاودولی او درې تنه پکې ټپيان شوي دي. بل خوا طالب وياند وايي، په موټر کې ټول سپاره امريکايي سرتېري وژل شوي دي. ",په لوګر کې پر ناټوځواکونو ځانمرګی بريدوشو 6080,," د سرحد ايالت والي نړيوالې ټولنې ته خبرداری ورکړ، چې د افغانستان پښتانه ډېره کي د ناټو پر وړاندې بغاوت ته نږدې کېږي.د سرحد ايالت والي علي م حمدجان اورکزي له رويټر خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي، چې پښتانه په اوسني حکومت کې د بشپړې نماينده ګۍ د ن� �توالي، ټولنيز بې برخې توب او روانو بمباريو له امله پاڅون ته اړ اېستل کېږي. اورکزي پر افغان حکومت او ناټوځواکونو غږ کړی، چې ستونزې د پوځي لارو پر ځای د خبرو اترو له لارې اوارې کړي. د سرحد د والي په وينا که افغان حکومت او ناټو ځواکونه اوسنى سياست همدغسې جاري وساتي په افغانستان کې به له سترې ناکامۍ سره مخ شي. نوموړي په خپله مرکه کې د عراق وروستي تاوتريخوالي ته نغوته کړې او ويلي يې دي، امريکا او ملګري يې اوس په عراق کې د خپلو تېروتنو بيه ورکوي.      ",پاکستان: پښتانه د ناټو په وړاندې بغاوت ته نږدې کيږي 6081,ميرويس جلالزى," د اسرائيلو د دولت دا خبر وروسته له هغه نن سهار خپرو شو چې د جمعي په ورځ د فلسطين د فتحې ګوند او د حماس ګوند مشرانو د يوې ناستي پر مهال پرېكړه وكړه چې كه چيرته اسرائيلي پوځيان د فلسطنيانو په سيمو كې خپل عمليات بند كړې نو دوى چمتو دي چي په اسرائيلي سيمو د خپلو توغنديو بريدونه ودروي. نن سهار د اسرائيلو د دولت وياند د سولي خبري اتري رد كړې او زياته يې كړه تر هغه چې د حماس ډلي وسله وال كسان بي وسلي نشي دوى به خپل بريدونه د غزه په تړانګه كې روان وساتي. د يادوني وړ ده چي له تيري يوې مياشتي راهيسي د اسرائيلو پوځي كمپاين په فلسطيني سيمو كي روان دى او په پايله كې يې تر اوسه په لسګونو تنه فلسطنيانو خپل ژوند له لاسه وركړى.   ",اسرائيل وايې له فلسطنيانو سره سوله نه منو 6082,," د ايټاليا لومړي وزير روم انو پروډي د افغانستان د روان کړکېچ د اواري لپاره د نورو سرتېرو له استولو سره مخالفت وښود. د رويټر خبري اژانس د خبر پر بنسټ مخکې تر دې چې ناټو د ليتونيا په پلازمېنه رېګا کې د سرتېرو پر زياتوالي خبرې وکړي، د ايټاليا لومړي وزير په ډاګه کړه، چې افغانستان ته د نورو سرتېرو استول ستونزه نشي اوارولای. پروډي د فرانسې له لومړي وزير ژاک شيراک سره تر کتنې وروسته د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې د افغان کړکېچ حل بايد په سياسي لارو چارو کې ولټول شي. پرودي ټينګار وکړ، چې د سرتېرو زياتون د افغانستان له روانو ستونزو سره مرسته نشي کولاى. ټاکل شوې ده د ناټو د غړو هېوادونو سرمشريزه غونډه د نومبر په ۲۸ مه او ۲۹ مه نېټه د ليتونيا په پلازمېنه ريګا کې ترس� �ه شي. ايټاليا اوسمهال په افغانستان کې ۱۳۰۰ سرتېري لري اوکيڼ اړخی لومړی وزير هڅه کوي تر عراق وروسته له افغانستان نه هم خپل سرتېري وباسي.  ",ايټاليا افغانستان ته د سرتېرو له استولو سره مخالفت وښود 6083,," د کونړ ولايت قومي مشرانو د چترال له مخورو سره يو تفاهم ليک لاسليک کړی دی. دغه ټکی د کونړ والي ديدارشاليزي پرون په افغانستان کې د امريکا له سفير رونالډ نيومن او د ناټو ځواکونو له عمومي قوماندان ډيويډ ريچارډز سره په کتنه کې څرګند کړ. د نوموړي په وينا، د چترال له خلکو غوښتنه شوې، چې له سيمې نه افغانستان ته د ترهګرو او جنګياليو پر اوښتو بنديز ولګوي. نوم وړي زياته کړه، چې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو قومي مشرانو او مخورو په دې برخه کې د مرستې او همکارۍ ژمنه کړې ده. د کونړ والي له ناټو ځواکونو غوښتنه وکړه، چې خپلې بمبارۍ له حکومتي چارواکو سره په همغږۍ وکړي او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخه ونيسي. د کونړ والي همداراز په نوموړي ولايت کې د بيارغونې چارو پر چټکتيا ټينګار وکړ.          ",د چترال او کونړ قومي مشرانونوی تړون لاسليک کړ 6084,," د اېران پخواني ولسمشر هاشمي � �فسنجاني ويلي، د اېران او پاکستان اړيکي تر افغان مسالې ډېر مهم دي او دغه ستونزه د دواړو هېوادونو اړيکي نشي زيانمنولی. رفسنجاني په تهران کې له پاکستانيو ژورنالستانو سره د خبرو پر مهال وويل، چې د ده د واکمنۍ پر مهال د اېران او پاکستان اړيکي دومره ټينګ نه وو، خو پاکستان يې ډېر خوښېږي او که دواړو هېوادونو پر ګډه مرسته سلا کړې وای نن به افغانستان دغه حالت ته نه رارسېده. رفسنجاني وويل، د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيرې بې نظير بوټو ته يې وړانديز کړی و، چې د طالبانو له ملاتړ نه لاس واخلي، خو هغې په ځواب کې ويلي وو، چې د يوې مېرمنې په توګه پوهېږي، چې طالبان د ښځو پر وړاندې څه ډول دريځ لري، خو وس يې ځکه نه پرې رسېږي، چې د پاکستان ټولې مدرسې يې ملاتړ کوي. رفسنجاني وايي، افغانستان ته د امريکايي ځواکونو راتګ د طالبانو تر پېر ډېر زيان رسوونكى شو، ځکه امنيتي وضعه ورځ په ورځ خرابېږي.  ",رفسنجاني: د اېران اوپاکستان اړيکي تر افغانستان مهم دي 6085,," منځني ختيځ ته د امريکايي پوځ لوى قوماندان جنرال جان ابي زيد له پاکستان نه غوښتي،چې په ترهګرۍ ضد جګړه کې خپلې هلې ځلې نورې هم چټکې کړي. ابي زيد له سي اېن اېن ټلويزيوني شبکې سره په مرکه کې وويل، چې په سرحدي سيمو کې د ترهګرو د روزنځايونو د له منځه وړو � �پاره ناټو د پاکستان لا ډېرې مرستې ته اړه ده. د نوموړي په وينا، له 2001 کال څخه تر دې مهاله په افغانستان کې د تاوتريخوالي کچه ډېره شوې ده. جان ابي زيد د پاکستان په سرحدي سيمو کې د القاعدې او طالبانو پر فعاليتونو اندېښنه ښوولې ده. ",جنرال ابي زيد: پاکستان بايدد ترهګرۍ ضدجګړه چټکه کړي 6086,," جرمني تر ډېرو ناندريو وروسته په ډاګه کړه، چې له اړتيا سره سم کولای شي د افغانستان هرې برخې ته خپل سرتېري واستوي. د جرمني چانسلر اولرچ د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې د جرمن سرتېرو د فعاليتونو او عملياتو اصلي ځای د افغانستان شمالي ولايتونه دي، خو که چېرې حالات له واکه وزي جرمني سرتېري چمتو دي، چې د افغانستان نورو ولايتونو ته هم خپل فعاليتونه او عمليات وغځوي. نوموړي وويل، جرمني د افغانستان د بيارغونې او سولې او ټيکاو په برخه کې رغنده رول لوبوي او چمتو دی د س� �تېرو د استولو پر ځای د بيارغونې چارې ګړندۍ کړي. ويل کېږي جرمني دغه ګام د امريکا او بريتانيې د زيات فشار له ام� �ه اخلي.   ",جرمني: الماني سرتېري د افغانستان هرځای ته استولی شو 6087,,"  ډيپلوماټانو اعلان وکړ، چې له سکان� �نويا څخه تر اسيا پورې د ناټو نړيوالې شبکې امريکايي طرحه به د ناټو د غړو هېوادونو په راتلونکې غونډه کې له م اتې سره مخ شي.د رويټر خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، د ناټو په راتلونکې غونډه کې به غړي هېوادونه له سويلي کو� �يا، سويډن او اسټراليا سره د خپلو اړيکو پر ټينګښت غږېږي، خو رسمي وړانديز به نه ورته کېږي. دغه وړانديز د اسيايي هېوادونو له ساړه غبرګون سره مخ شوی  او روسيه يې منځنۍ اسيا ته د ناټو پر غځېدا اندېښمنه کړې ده. د ناټو يو شمېر غړي فرانسه او المان له امنيتي ګواښونو سره د امريکا د مبارزې پر تګلاره او چار چلن نيوکه کوي او دغه زړه نازړه توب او خوابديو د امريکا او اروپا ترمنځ د ناټو پر سر ستونزې پيدا کړې دي. امريکا په دې باور ده، چې د سپټمبر يوولسمې نېټې پېښو دا وښوده، چې امنيتي ګواښونه هرځای ته غځېږي، نو د ترهګرۍ ضد جګړه او د مخنيوي د منډو ت� �ړو لړۍ بايد ټولو هغو هېوادونو ته وغځول شي، چې هرکلی يې کوي.د امريکا په طرح کې راغلي، چې د نيوزيلنډ، سويډن او اسټراليا په څېر هېوادونه ،چې سرتېري يې په افغانستان کې پر ترهګرۍ ضد جګړه بوخت دي، د نوموړې ټلوالې په اړه د خپ� �و باورونو او عقايدو د څرګندونې لپاره فرصت لري، خو اسټراليا په ډاګه کړه، چې په هيڅ هوکړه کې به برخه نه اخلي. د اسټراليا د بهرنيو چارو وزير الکساندر داونر وايي، نه غواړي هره اونۍ د غونډو لپاره بروکسل ته لاړ شي. نيوزيلنډ هم له ناټو سره خپل رسمي اړيکي رد کړي دي. د نوموړي هېواد د دفاع وزير وويل دغه هېواد د ملګرو ملتونو د کړنلاري په اډانه کې کار کوي. امريکا د نوموړو هېوادونو دغه دريځونه د امريکايي طرحې د رد په توګه نه مني او وايي عملي کار او ملاتړ تر رسمي دريځونو اړين برېښي. د سويلي کوريا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، دغه وړانديز بايد په ډېر احتياط او غور تر څيړنې لاندې ونيسي او کوريا وروسته خپله پرېکړه اعلان کړي. بل خوا پرون د ناټو عم ومي سرمنشي ياپ ديهوپ شفر وويل، که په افغانستان کې مېشت جنګي قوماندانان وغواړي له طالب جنګياليو سره په زغ� �ده جګړه وکړي، غړي هېوادونه ښايي د نورو سرتېرو په استولو کې له دوی سره همغږي شي. شفر وويل، دا وروستۍ کرښه ده، چې بايد پرې تېر شو. نوموړي پر دې کرښه د نه تېرېدو د عواقبو په اړه څه ونه ويل. د ناټو غړو هېوادونو د غوښتل شويو وسلو او معيارونو له پامنيوي ډډه کړې ده، خو شيفر وايي تر وسايلو دوی سرتېرو ته ډېره اړتيا لري. نوموړي وويل، که ناټو له افغانستان نه ووځي، دغه هېواد به يوځل بيا د طالبانو او ترهګرۍ توره سمڅه وګرځي. ",د ناټو نړيوالې شبکې امريکايي طرحه ماتېږي 6088,," ", 6089,ميرويس جلالزى," د نوموړي ولايت د امنيه قوماندانۍ مرستيال ښاغلي روفي په وينا په دې بريد كې چې د ملي پوځ په يو رينجر ډوله موټر تر سره شو په موټر كي سپرو كسانو ته مرګ ژوبله نه ده رسېدلي، خو پخپله بريد كونكى وژل شوى دى. په دې پېښه كي د چارواكو په قول دوه تنه لارويان ژوبل شوي دي. لوګر د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دى چي ويل كېږي د حزب اسلامي ګوند د م شر ګلبدين حكمتيار كړه وړه پكې د هر بل ګوند په پرتله چټك دي. د همدې ورځي په سهار بيا په كابل كي د ملي پوځ د سرتېرو په كاروان ريموټ كنترول بم وچاودېد چي پكې يوازي يو سرتېرى ژوبل شوى د� �.   ",د لوګر په مركز پل علم كې ځانمرګى بريد وشو 6090,,"   بینوا ویبپاڼې ته دائتلاف له لورې په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دغو ځواکونو دوه زندانیان دباگرام له زندان څخه خوشې کړي. خبرپاڼه کې راغلي چې دغه دواړه زندانیان سرې میاشتې ته سپارل شوي دوی دائتلافي ځواکونو دښمنان ول یو دکابل او بل دکنړ ولایتونو اوسیدونکي دي. خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دباگرام په زندان کې له زندانیانو سره سمه وضعه کیږي ډوډۍ په وخت ورکول کیږې او ددوی روغتیا ته پوره پاملرنه کیږي. خو گڼ شمیر هغه زندانیان چې دباگرام له زندان څخه خوشي شوي رسنیو ته یې دوهلو او دائتلافي ځواکونو دناانساني چلند څخه شکایتونه کړي. ",ائتلاف دوه زندانیان دباگرام له زندان څخه خوشی کړي. 6091,احمد جاويد تسل," د اسراييلو دولت او فلسطيني جنګياليو توافق کړى چې د غزې په تراړه کې به نښتو ته پاى ورکړي. د محمود عباس دفتر اعلام کړى چې د فلسطينيانو له ټولو مبارزو ډلو سره يې ژمنه کړې چې د غزې له تراړې څخه د اسراييلو پر خاورې توغندي ونه توغوي. د اسراييلو د لومړي وزير ايهود او� �مرت د دفتر په وينا اسراييلو هم موافقه کړې چې د يکشنبې د سهار له ٦ بجو څخه به اوربند پلي کړي. ",اسراييلو او فلسطين پر اوربند موافقه وکړه 6092,,"   دامریکا دکانگرس دتقنبني کمیټې مشر دیوید درایر دولسي جرگې له مرستیال عارف نورزي سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړ او دیوه کتابتون پرانیسته یې وکړه. دولسي جرگې مشر یونس قانوني وویل چې دامریکا دمتحدو ایالاتو به دا ننۍ مرسته نه لومړۍ وي او نه هم وروستۍ هغه وویل دامریکا دمتحدو ایالاتو بچیان دترورویزم قربانیان دي دا یې دمرستې ډاگیزه بیلگه ده. دیوید درایر وویل دوی به له پارلمان سره له دې وروسته لازیاتې مرستې وکړي. دیوید درایر دافغانستان له پارلمان څخه دلیدنې په موخه له څلورکسیزه پلاوي سره یوځای راغلی. ",دولسي جرگې دکتابتون پرانیسته وشوه. 6093,حبيب وقار,"  ګرانې همزولې زما مينه ته دروغ مه ګڼه دې كې دروغ نشته دې اوښكو ته مې وګوره لږ دغه چې مړې مړې راتويېږي  او ګرېوان لمدوي دغه چې يوه يوه خاطره د دوى په ياد ورځي او ژاړي پسې ژړا وي هر ځل ژړا له تړمو اوښكو امېلونه جوړ كړي هر څوك مې پوښتي  چې ته ولې ژاړې څه پېښه ده خو حال ويلى نشم ګرانې همزولې زما مينه ته دروغ مه ګڼه زه چې په لاره وم � �وان  ما سره هېڅوك نه وي  او زه غږېږمه بې واك اختياره داټول د مينې اغېز ما باندې دى لارې ته نه ګورم روان ومه سوچونه كوم پښه مې پر تيږه باندې ونښلي او پړمخې شم چې شمه پورته ځان يواځې حس كړم وايم څوك نلرم دا څنګه ژوند دى ګرانې همزولې زما مينه ته دروغ مه ګڼه دغه د شونډو وچ پتري يې دي څرګنده نښه دغه چې شونډې مې چاودلې دي ترې وينې څاڅي دا چې خندى پرې نشم  درد راته كړي بيا هم زما مينه ته دروغ ګڼې  باور نلرې زه نه پوهېږمه چې  ستا زړه له څه نه دى جوړ ګرانې همزولې زما مينه ته دروغ مه ګڼه د ستا كوڅې ته چې درځمه له ماشومه پوښتم پوښتم چې څنګه يې ته كورته درتلاى نشم له دود وېرېږم نه چې تورن شمه  او مينه كې ناكام پاتې شم دا آزموينه يو ځلي تېرېږي ګرانې همزولې زما مينه ته دروغ مه ګڼه هر څه چې ته وايې منمه يې  خو مينه پا� �م  يو څه  منلى نشم  دا چې انكار وكړې له مينې  او يواځې شمه پر تا مين يمه ريښتيا مين يم ماسره مينه وكړه  ماسره مينه وكړه ګرانې همزولې زما ګرانې همزولې زما 1384\\1\ 14 وردګ چك ", ګرانې همزولې زما 6094,حبيب وقار," يو ځلې راشه زما څنګ ته راشهپه ښکلي غږ دې يوه سندره زمزمه کړه � �اتهچې لږ دمه شم او سندرې څخه خوند واخلمهها پخوانۍ سندرهچې ولې نه راځې جانانهيو ځل بيا ووايهخو زه پوهېږم ګلېهر ځای چی ومه ستا غږ اورمه زهاو ستا پر پاکو احساساتو اوپر پاکو هيلوښه خبر يمخو دغه ژوند داسې دیاو دا نړۍ داسې دهنړۍ له ستونزو ډكههر څوك آه آه وباسياو تاچې ګورمه زه ته هم له دې ډلې يېاو زه پوهېږم ګلېچی ته بل څه نه وايېبله سندره دې په خوله نه راځيسترګې په لاره دې ګنډلې وياو وايې تل داچی ولې نه راځې جانانهستا انتظار مې زلفې سپينې کړې مينه1385\\9\\3د ترينكوټ ښار ",دا نړۍ داسې ده 6095,," ((پر اروایي ستونزو بری)) د محمد شفیق حقپال نوی کتاب چاپ شو، دغه کتاب په ۱۲۲ مخونو کې په دې وروستیو کې د دانش خپرندویه ټولنې له لوري چاپ شوی دی.په دې کتاب کي لوستونکی کولای شي هغه لاري چاري ولولي چي څرنګه کولای شي خپل غمونه اندېښنې اوډار له ځانه لرې کړي. کتاب په پښتوژبه کې له لومړنیو کتابونو څخه دي چې اروایي مسایل پکې څېړل شوي اولوستونکی د سوکاله ژوند د سبمالښت لپاره هڅوي. دغه کتاب پرسریزې برسېره ۲۲ نورسرلیکونه لري، چې په زرو ټوکونو کې په رنګه پښتۍ چاپ شوي دي او د لیکوال دوهم چاپي اثر دی. ",((پر اروایي ستونزو بری)) کتاب چاپ شو 6096,," د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالۍ په ګډون په ځينو ولسواليو کې د دولت ضد طالب اورپکو له خوا له بريدونو وروسته په دغه ولسوالسيو کې يو شمېر ليکونه د سړک پر غاړو، کليو او کوڅو کې تيت کړي دي، او له خلکو څخه يې غو ښتې څو خپلې انجوني مکتب ته ونه لېږي ، مامورين دې په دو� �ت کې کار ونکړي، او د شپې له لسو بجو وروسته ګرزبنديز لګول شوى دى. ",د لوګر په ولايت کې د طالبانو شب نامې 6097,," ايکانومسټ انګليسي ژبې اونيزې د افغانستان اوسمهالې وسله والو جګړه د ناټو ځواکونو لپاره يو ازمويښت وباله. ايکانومسټ د خپلې نوې ګڼې په يوه راپورتاژ کې د ناټو ځواکونو له دندې دفاع کړې او افغانستان ته د نورو سرتېرو پرنه استولو يې د ځينو هېوادونو چا� �واکي لنډاندي بللي او ويلي يې دي د اروپا دغه چارواکي د ناټو راتلونکی ګواښي. د ايکانومسټ په وينا، د ريګا په غونډه کې تر ټولو مهمه موضوع په افغانستان کې د ناټو پر اوسني کمزوري دريځ خبرې او د ناټو پياوړتيا ده.  په � �پوټ کې راغلي، چې په افغانستان کې  ماته خوړلي ځواکونه يواځې ناټو ځواکونه - نه دي، بلکې انګرېزان په نولسمه او روسان په شلمه نېټه کې په همدغه برخليک اخته شويدي.د ايکانومسټ له مخې،  په افغانستان کې د ناټو ځواکونو دنده ځکه له خنډونو سره مخ ده، چې اروپايي پرمختللي ځواکونه په نوموړي هېواد کې د عملياتو وړتيا نه لري او اروپايي سياستوال او واکمن هم افغانستان ته د بشپړ ځواک له استولو ډډه کوي.رپوټ وايي، له هالنډ او بريټانيې پرته نور اروپايي هېوادونه سويلي ولايتونو ته زړه نه ښه کوي او په خوندي ځايونو کې خپلې دندې پرمخ بيايي.          ",ايکانومسټ: ناټو د روس او انګرېزپه برخليک اخته ده 6098,," ", 6099,ميرويس جلالزى," ډاكټر حنيف چې ځان د طالبانو وياند بولي نن سهار يې  وويل چي دوي څه موده وړاندي دوه پاكستاني خبريالان د هلمند ولايت له ګرمسير ولسوالي څخه افغانستان ته د قانوني اسنادو د نلرلو په تور در ننوتو  وروسته  نيولي وو  او نن سهار يې د پاكستان پولي ته څيرمه خوشي كړل . حنيف وايي چې دا خبريالان د دوي سيمو ته بي له اجازي داخل شوي وو او كه كوم خبريال وغواړي چي له دي سيمو راپور وركړي نو مخكې له هغه بايد له طالبانو سره اړيكه ټينګه كړي. دا دوه خبريالان هر يو سيد سليم � �هزاد  او  قمر يوسفزى وو چي يو يې د پاكستان سټار او بل يي له اسيا ټايمز ورځپانو سره كار كاوه . خب� �يالانو له نيول كيدو سره سم خپلو كورنيو ته خبر وركړى وو چې دوي طالبانو نيولي دي او ډير ژر به يې په اړه د هغوي محكمه پريكړه وكړى. دا پاكستاني خبريالان په داسي حال كي لومړي ونيول شول او بيا بيرته خوشي شول چي څه موده وړاندي د ملادادالله په نامه يو كس چې ځان د طالبانو وتلي مشر  بولي بهرنيو او كورنيو خبريالانو ته يې ګواښ كړې وو كه چيرته ناسم  او يو اړخه خبرونه خپاره كړې نو د دوي له خوا به ووژل شي. ",طالبان: پاكستاني خبريالان خوش شول 6100,ميرويس جلالزى," ښاغلي ډيك چيني پرون له غرمي مخكي د سعودي عربستان پلازميني رياض ته رسيدلي وو. چيني په خپل دي سفر كي د نوموړي هيواد له پاچاه شاه عبدالله ابن عبدالعزير سره وكتل او دواړو لورو په منځني ختيځ كې د سولي د پروګرام او د عراق د كورني امنيت په موضوع ګانو بحث وكړ. د امريكا د دولت د لوړ پوړي چارواكى په داسي حال كي سعودي عربستان ته سفر وكړ چي ټاكل شوي د ام� �يكا ولسمشر جورج ډبليو بوش د رواني ميلادي مياشتي په ورستيو كي د اردن پلازميني عمان ته سفر وكړي. بوش به په عمان كې د اردن له شاه سره د عراق په امنتي وضيعت خبري وكړي. ",د امريكا د ولسمشر لومړى مرستيال له سعودي عربستان لاړ 6101,ميرويس جلالزى," دا ټكي د كانو او صنايعو وزارت وياند خوږمن علومي پرون څرګند كړي دي. د ښاغلي علومي په وينا دم ګړى له دې كان څخه سيمه ييز زورواكان او قاچاق وړونكي ګټه پورته كوي، چي په كال كي په سلهاوو زره امريكايي ډالره له دې مدرك  څخه د هغوى شخصي جيبونو ته ځې. نوموړي وويل چي دا كان به تر دريو راتلونكو مياشتو خصوصي سكتور ته وسپارل شي او له دې وجي به په  سلګونو زره امريكايي ډالر هر كال د افغانستان د دولت بوديجې ته راشي.  ",د بدخشان د لعلو كان به خصوصي سكتور ته وسپارل شي 6102,," ", 6103,ميرويس جلالزى,"     ۳۵ تنه د څرخي پله ساتونكي له نوموړي بند څخه د دريو تنو مجرمينو د تېښتي پر مهال د مرستي په تور توقيف شوي دي . دا ټكي د مح بسونو عمومي رئيس سلام بخشي وروسته له هغه څرګند كړه، چي تېره ورځ د افغانستان لوى څارانوال عبدالجبارثابت د نوموړي زندان آمر هم په دې پېښه كي په لاس لرلو تور تورن كړ. د تيري چهارشنبي په ورځ هر يو ملا نقيب ال� �ه د هلمند اوسېدونكى، ملا تراب د لوګر  او عبدالهادي د كندهار اوسيدونكي هر يو په  ۱۶ او ۲۰ كاله بند او بل په اعدام محكوم شوي وه، د څرخي پله له زندان څخه په تېښتنه بريالي شو� �.  د ښاغلي بخشي په وينا له نيول شويو كسانو څخه څېړني پيل شوي او ډېر ژر به يې پايلي روښانه شي. د محبسونو رئيس همدارنګه وويل چې دوى مخكې تر دې چې دا كسان له بنده وتښتي استخباراتي اطلاعات تر لاسه كړي وو او د څرخې پله د زندان  ساتونكي يې له دې اطلاعاتو خبر كړې وو، خونه پوهېږ ي چې هغوى ولي له دې تېښتې مخ نيوى نه دى كړى. ",د څرخى پله دزندان ساتونكي ونيول شول 6104,," ", 6105,," عراقي چارواکو په بغداد ښار کې د تګ را تګ بنديز د دوشنبې تر ورځې وځنډاوه. ويل شوي دي چې دغه ګام د پنجشنبې د ورځې د عملياتو د مخنيوي په موخه چې پکې ٢٠٠ کسان ووژل شول تر سره کېږي. له دغه ګامونو سره_سره په عراق کې تاوت� �يخوالى دوام لري. د بغداد د شمال په يوه کلي کې تېره ورځ د يوويشتو ځورول شوو کسانو مړي چې د او� �پکو له خوا وژل شوي دي لاسته راغلل. له بلې خوا امريکايي او عراقي ځواکونو ويلي چې په خپلو بريدونو کې يې څه د پاسه ٥٠ اورپکي وژلي دي. د عراق د پوليسو ځواکونو او پوځيانو هم اعلان کړى چې د دياله په سيمه کې يې په خپلو ب� �يدونو کې د دولت ضد ٣٠ الغا تلغا کوونکې وژلي دي. له بلې خوا د عراق د عالمانو د استازو مشر حارث ضاري چې د سني م ذهبو له ډلو څخه دى، د عراق پر دولت يې په کلکه نيوکه وکړه او هغه يې د شيعه وسله والو ډلو حامي وباله. ضاري چې م صر ته تللى دى په قاهره کې يې له عربو او ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې د عراق دولت په رسميت ونه پېژني. ځکه د هغه په وينا بېطرفه دولت نه دى او د عراق په تجزيې او د سنيانو نابودۍ ته يې ملا تړلې ده.",په عراق کې ګرځبنديز او تاوتريخوالى 6106,,"   دولسي جرگې دډیرو غړو په هوکړه په ټوله غونډه کې دا ومنل شوه چې دښار جوړولو وزارت دې دښارجوړول ریاست ته راټیټ شي خو لا هم په ډاگه نده چې له کومې ادارې سره به وتړل شي. دغه راز ولسي جرگه دځینونورو ادارو په اړه هم ورته فکرل� �ي. ",دښارجوړولو وزارت دښار جوړولو ریاست ته راټیټ شو. 6107,," د طالبانو لوړ پوړي قوماندان او د طالبانو د مشرتابه شورا غړي ملا امين د پاکستان له جيو ټلويزيون سره په مرکه کې ويلي، چې طالبان تر شلو نورو کلونو پورې له امريکا سره جنګېدلی شي. نوموړي ويلي، ولسمشر حامد کرزي څو ځله طالبانو ته د خبرو اترو وړانديز کړی، خو طالبان به هله دغه وړانديز ومني، چې بهرني ځواکونه له افغانستان نه ووزي.د جيو په وينا، ملا امين له دوی سره دغه مرکه کندهار ته څرمه په مهترزي سيمه کې کړې ده. نوموړي ادعا کړې ده، چې طالبان پر پنځو و� �ايتونو ۸۰ په سلو کې واکمن دي او د خلکو له ملاتړ څخه برخمن دي. نوموړي د پاکستان او بل هر مسلمان هېواد م نځګړتوب منلی، خو ويلي يې دي پاکستان په سلګونو طالبان امريکا ته سپارلي نو څنګه به يې خپل ملاتړی وبولي؟ نوم وړي وويل، چې په اسلام کې ځانمرګي بريدونه روا دي او دوی د روسانو په پاتې شونو وسلو جګړه کوي. نوموړي وويل، طا� �بان د القاعدې مرستې ته اړتيا نه لري.     ",طالبان تر ۲۰ کلونو له امريکا سره جګړه کولای شي 6108,,"   اسوشيټيد پريس – د نومبر ٢٥ مه کال ٢٠٠٦ ژباړن : دوران کوپنهاګن – ډنمارک: د شنبې په ورځ يوې ورځپانې خبر ورکړ چې د ډنمارک د دفاع وزير په افغانستان کې د ناټو په ځينو غړو باندې نيوکه وکړه، هغوى يې په دې تورن کړل چې په افغانستان کې له مسووليت څخه خپ� �ه غاړه غړوي. ډنمارک دم ګړى د افغانستان په نا آرامه سيمه سهيل کې٢٩٠ تنه سرتيري لري چې په خدمت بوخت دي او ټټر يې وهلى چې دغه شمېر به نور هم ور زيات کړي. له دې څخه وړاندې، برتانيا، کاناډا او نورو هېوادونو هم چې اوس مهال يې پوځونه له طالبانو سره د افغانستان په سهيل کې په جګړه کې لوېدلي دي له جرمني، ايټاليا، هسپانيا او فرانسې څخه سرټکولى چې دوى خپل پوځونه د هېواد په ډېره خوندي سيمه شمال او ختيځ کې ساتلي دي. ( ټول هېوادونه بايد داسې خدم تونه ترسره کړي،) دغه خبره د ډنمارک د  دفاع وزير سورين ګيډ له پوليټيکن ورځپانې سره وکړه. هغه زياته کړه) که موږ ژوبلېږو، نو آيا دا نور به يوازې زموږ سر ته ودرېږي او سيل به مو کوي؟) هغه نوموړې و� �ځپانې ته وويل: (دا په حقيقت کې د منلو وړ نه دى. او همدارنګه افغانانو ته هم ښه خبردارى نه دى او دا ډول چارې د ناټو باور زيانمن کوي.) د ناټو يوه لوغونډه به په راتلونکې اونۍ کې د لتويا هېواد په پلازمينه ريګا کې تر سره شي او ښايي د خبرو منځي به د دې تړون پورې اړوند افغان ماموريت باندې را وڅرخي. د شنبې په ورځ د جرمني هېواد چانسلرې انګيلا مارکيل وويل چې د دې هېواد به دې ته ژمن پاتې شي ترڅو په افغانستان کې د ناټو ماموريت بريالى کړي او داسې چې خپل رول به په (ګډه ستراتيژۍ) کې ولوبوي. د هغې خبرې نېغ په نېغه خپلې هغې ګوت نيونې ته نه وې متوجه چې په اونيزه کې داسې راغلې وې (جرمني وار له مخه د افغانستان په شمال کې، چېرته چې ٤٠ په سلو کې وګړي ميشت دي، ژمن دي). د ناټو غړي هېوادونه به په هغه غونډه کې چې د دوشنبې او سې شنبې په ورځو کې د لتويا هېواد په پلازمينه ريګا کې ترسره کېږي ښايي په هغو لارو چارو به وغږېږي چې څنګه خپل ٣٢٠٠٠ کسيز ځواکمن ځواک لا ځواکمن کړي ترڅو وکولى شي افغانستان په خپل ګورت کې وساتي په داسې حال کې چې د تېر کال په اوږدو کې د باغيانو په نښتو کې له ٣٧٠٠ تنو څخه زياتو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړى.   ", ډنمارک په افغانستان کې د ناټو په ځينو غړو نيوکه وکړه 6109,," د پكتيكا ولايت په ارګون ولسوالۍ كې د پروني ځانمرګي بريد مرګ ژوبله  ۴۲ تنو ته ورسېده. د پكتيكا د والي په وينا، دغه ځانمرګى بريد پرون په ارګون ولسوالۍ كې د برمل پر ولسوال  وشو او درنه مرګه ژوبله يې واړوله. د نوموړي په وينا، د ځانمرګي ب� �يدكوونكي  له اسنادو داسې برېښي،چې نوموړ ى د پاكستان د پنجابئ اوسېدونكى و او د واڼه له لارې ارګون ته � �اننوتلى و. محمد اكرم خپلواك يو ځل بيا ټينګار وكړ، چې د ترهګرو روزنځايونه تر پولې اخوا دي. د ارګون په بازار كې د عيني شاهدانو په وينا، بريدكوونكي په هوټل كې د برمل پر ولسوال او كمپاين( ځانګړي ځواك) پر سرتېرو بريد وكړ او د هوټل په ګډون درې هټۍ هم ورسره ونړېدې. د ارګون د امنيتي چارواكو په وينا، په پېښه كې ۱۵ تنه وژل شوي او د و� �سوال په ګډون ۲۷ تنه نور ټپيان دي. د اسلامي حزب وياند هارون زرغون او د طالبانو وياند ډاكټر حنيف دواړو ادعاوې كړې، چې بريد ددوى جنګياليو كړى، خو د پكتيكا والي بريد كوونكى پنجابى بولي. ويل كيږي په پېښه كې دوه تنه سرتېري وژل شوي، خو نور ډېرى قربانيان ماشومان او ملكي وګړي دي. ",د پكتيكاځانمرګي بريد مرګ ژوبله ۴۲ تنو ته ورسېده 6110,ميرويس جلالزى," په سويل ختيځ افغانستان كې د طالبانو يوه وياند چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي بېنواويباڼي ته وويل چې د دوى يوه سرتيري بم چونكې نن سهار د اورګن په ولسوالي كي د يوه  هوټل په دننه كې په ځان پوري تړلي بمونه وچول او ګڼ شمېر دولتي كسان يې له ځان سره يو ځاى وژ� �ي دي. د نوموړي ولايت والي اكرم خپلواك هم ومنله چي په هوټل كې ډيرى ټپيان دولتي كسان دي. د خپلواك په وينا په دې بريد كې ۷ تنه مړه شوي او ۲۰ تنه نور ژوبل شوي دي.   ",طالبانو د پكتيكا د ځانمرګي بريد پړه ومنل 6111,ميرويس جلالزى,"  د نوموړي هيواد د خبري آژانسونو په رپوټ لومړۍ چاودنه د شنبې په ورځ د يونان په شمال لوېديځ ايالت كې رامنځته شوه چي له امله يې ۳۲ تنه كان كيندونكې مړه او ۲۸ تنه نور ژوبل شول. دوهمه چاودنه د هيلونګ جينګ په ايالت كې شوي چي له امله يې ۲۱ تنه په كان كې اخته كسان مړه شوي دي. د چاودنو علت په كانونو كې د وژونكې ګاز رابهيدل په ګوتو شوې دي. ",په چين كې ۵۰ تنه مړه شول 6112,," د پکتيکا د ننني ځانمرګي بريد مسوليت اسلامي حزب او طالبانو دواړو پر غاړه اخستی. هارون زرغون، چې ځان د اسلامي حزب وياند بولي وايي په بريد کې يې د افغان ځانګړي ځواک سرتېري وژلي دي. طالب وياند هم ورته ادعا کړې خو د ارګون امنيتي چارواکي وايي د بريد کوونکي له اسنادو داسې برېښي، چې د پاکستان د پنجاب اوسېدونکی دی او د وزيرستان د اعظم ورسک او انګور اډې له لارې اورګون ته ننوتی دی. په دغه بريد کې لس تنه وژل شوي او د شلو په شاوخوا کې نور ټپيان شوي دي. ",اسلامي حزب اوطالبان دواړه دځانمرګي بريد ادعاکوي 6113,," د کانګو د کيوو په ايالتي مرکز کې چې د آروانډا هېواد سره پوله لري په يوه بريد کې د دغه هېواد ٢ سرتېري ووژل شول. په کانګو کې د پينځه کلنې جګړې په لړ کې څه د پاسه ٥ مليونه وګړي وژل شوي دي. تمه کېده چې د سولې هغه تړون ليک چې په ٢٠٠٣ م کال کې په کانګو کې � �اسليک شو په دغه هېواد کې د ټاکنو لپاره لاره هواره کړي. خو جګړه او تاوتريخوالى په دغه هېواد کې پاى نه مومي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې هره ورځ د تاوتريخوالي په لړ کې  شاوخوا زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکوي. تاوتريخوالى په دغه هېواد کې د تېرې مياشتې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جوزيف کبيلا له برياليتوب وروسته زيات شوي دي. د کبيلا پلويان د هغه مخالف جنرال لورينټ کونډا تورنوي چې د دولت او اورپکو تر منځ سيمه کې د کډوالو د يو ځاى کولو لپاره له هغو څخه په زور کار اخلي.د کبيلا سيال نوماند پير بيمبا پلويانو د ټاکنو پايلې نه دي منلي. � �پوټونه وايي د ملګرو ملتونو د پراخو سوله ساتو ځواکونو له شتون سره دغه راز تاوتريخوالى دوام لري. ",د کانګو په ديموکراتيک جمهوريت کې تاوتريخوالى 6114,," ترينکوټ(بېنوا):26\11\2006 د کورنيو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، ملا مولاداد په زابل ولايت کې د طالبانو د اطلاعاتو مسوول و او په روزګان کې له خپلو � �۱ تنو نورو ملګرو سره يوځای نيول شوی دی. د خبرپاڼې له مخې، ملا مولاداد اود نوموړي ملګري په خاص روزګان و� �سوالي کې د پوليسو د چاڼيزو پلټنو په ترڅ کې نيول شوي دي. ويل کېږي تر دې مخکې د همدغو پلټنو په ترڅ کې د طالبانو يو تن سيمه ييز قوماندان ملا عبدالباري هم نيول شوی دی. طالب ويندويانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. ",په روزګان کې د طالبانو د اطلاعاتو مشر ونيول شو 6115,," ", 6116,," د ولسمشر کرزي له لوري دډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د سولې او امن د لویې جرګې لپاره د افغانستان له اړخه جوړ شوي کمیسیون نن په کابل کې په کار رسم اً پیل وکړ. د دغه کمیسیون مشر پیر سیداحمد ګیلاني، دوه مرستیالان مولوي فضل هادی شینواری او حاجی محقق، فا� �وق وردګ غړی او منشي، سردار عبدالولي، حاجي دین محمد، نعیم کوچی، فضل احمد معنوي، اسدالله وفا، عباد الله عبادي، محي الدین بلوڅ، مولوي سیف الدین تخاري، سراج الدین منګل او نور د کمیسیون غړي ټاکل شوي. د دغه کم یسیون د کار د پیل په مراسمو کې د کلتور او اطلاعاتو وزیر کریم خرم د ولسمشر کرزي پیغام ولوست په پیغام کې راغ� �ي وه چې جرګه د افغانانو له دود او کلتور څخه ګڼل کېږي دغه جرګه به د تروریستي ځالو په له منځه وړلو او د وژونکو بریدونو په ورکولو کې مرسته وکړي. دغه راز د دغه کمیسیون منشي فاروق وردګ وویل چې دغه کمیسیون به د امن د لویي جرګې د ښه تنظیم او سمښت لپاره کار وکړي، د ځای او د نېټي په اړه فاروق وردګ وویل چې له پاکستاني اړخ سره به د نېټي په اړه خبرې اتري وکړي او وروسته به يې اعلان كړي.  ",د امن د جرګې لپاره جوړشوي کمیسیون په کار پیل وکړ 6117,,"   نوموړې له اي بې سي امريکايې ټلويزيون سره په يوه م� �که کې خبردارى ورکړى چې د منځنې ختيځ په دريو هيوادونو کې د کورنۍ جگړې د پيل کېدو امکان شته. عبدالله په عراق، � �بنان  او فلسطين کې د روان تاوتريخوالې پايله کورنۍ جگړه رامنځته کېدل وښوده. عبدالله د نړۍ په مشرانو غږ وکړ چې په دغو سيمو کې د سولې په رامنځته کولو سره خپلې هڅې گړندۍ کړي. ",د اردن پاچا عبدالله د جګړې خبردارى وركړ 6118,,"   تر اوسه د وژل شوو کسانو شمېره معلومه نه ده خو اندېښنه شته چې ډېر کسان به پکې وژل شوي وي. د يو بل راپور له مخې په دغه روسۍ ډوله الوتکه کې ۳۸ کسان سپاره وو. د دغې پېښې په اړه نور زيات معلومات تر اوسه نه دې څرگند شوي. ",په تهران کې نن سهار يوه پوځې الوتکه را پريوته 6119,,"   د كندهار د امنيه قومندان عصمت الله علېزي په وينا دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې ځانمرگې خپل موټر د کاناډايې سرتېرو د کاروان په منځ کې وچاوه، چې له امله يې دوه کاناډايې سرتيرې او په خپله ځانمرگى وژل شوى دى. نوموړي زياته کړه چې په دې چاودنه کې عام وگړې هم وژل شوي دي. دا پېښه د ناټو وياند هم تايېد کړې ده او ويلې يې دي چې دغه کاروان د پنجوايې او ژيړۍ ولسواليو ته روان وو. ",نن سهار په كندهار کى يو ځانمرگې بريد ترسره شو 6120,عبدالله احسان - هالنډ,"   عبدالله احسان - هالنډ  ۲۶ - ۱۱ - ۲۰۰۶  ځوان نسل اوسالمه روزنه - علمي کنفرانس ::: له دې ځايه يې واورﺉ        دې کنفرانس ته رارسېدلي مقالې � �ه دې ځايه ولولی دکانديداکاډم سين محمداعظم سيستاني په وياړغونډه :: په ږغ کي         ",دځوانانودروزني کنفرانس اودسيستاني په وياړغونډه 6121,," راپور: مختاراحمد انتقام د روهي ادبي بهير ۳۳مه غونډه د روان كال د لړم پر ۲۵مه د ماځيګر پر۴:۳۸د ښاغلي احمد الله عباد لخوا د قران كريم په څو مباركو اياتوپيل سوه. پرانيستونكي خبري  ښاغلي غلام سخي نوريوال وكړې ، د فرهنګيانو تر منځ يې يووالى ځكه اړين وباله چي حالات له ستونزو ډك دي، ده وويل چي كه يووالى خپل كړو نو خپل هغه ستر هدف چي د اسلام او هيواد ساتنه ده تر لاسه كولاى سو. هيله يې وښوول چي بايد هيواد او خلكو ته كار وكړو او د چا پر بې ځايه خبرو غوږ  ونه نيسو، ده وويل چي له سياست څخه چاره نلرو ځكه اسلام سياست خوښوي خو زموږ سياست كار كول دي نه د كوم چا اړخ نيول.. د لوى څارنوال ښاغلي عبدالجبار ثابت ملاتړ يې ځكه وغوښت چي اداري فساد له منځه وړي، خو دا يې ښه و نه بلل چي د هغه مخنوى كېږي،ښاغلي نوريوال  د بهير د جرګګۍ نه هيله وكړه چي هغه كسان چي مخكي بهير ته راتلل خو اوس نه راځي بايد دوى وپوښتل شي او كشران  وهڅول شي. د غونډي مشر ښاغلى بسم الله افغانمل  و، د نور كله خلاف  د غونډي مشر تر پ� �انيستونكي وينا وروسته خبري وكړې. ښاغلى افغانمل د حالاتو د ګڼ شمېر ستونزو په اړه وږغېدى ، اداره يې ناكامه او د خلكو د هيلو خلاف وبلل، له ټولويې هيله وكړه چي بايدلاسونه سره وركړو ناهيلي نه سو او ملي ارزښتونو ته كار وكړو، نوموړي غوښتنه وكړه چي لوى څارنوال بايد كندهار ته هم راسي  او د نوموړي ملاتړ يې وكړه. همدا رنګه د پوهنتون  يوه محصيل ښاغلي ذلال احمد ورك  د ښاغلي افغانمل څخه پوښتنه او غوښتنه وكړه چي كندهار پوهنتون ته راسي چي ستونزي او مشكلات وګورى، پوښتنه يې دا وه چي ولي د كندهار په پوهنتون كي د كندهار ځوانان نسته ؟ ښاغلي افغانمل په ځواب كي وويل : چي د كندهار  پوهنتون د محصلينو ستونزي دردونكي دي، نوموړي وويل چي  زه ، والي او نور چارواكي څه وخت مخكي پوهنتون ته درغلي و، د پوهنتون د رئيس د ليري كولو غوښتنه مو هم وكړه ځكه  چي نوموړي پوهنتون ته كار نسواى كولاى او د بيا ورتلو وعده يې هم وكړه، د كندهار د زده كوونكو هڅول يې ضروري وبلل چي  پوهنتون ته ولاړ سي. ورپسې ښاغلي عبدالاحمد محمديار((د لوى څارنوال ملاتړ ليك)) ولوست چي په كي  د كندهار د فرهنګيانو ملاتړ د لوى څارنوال  سره بيان سوى و. تر هغه وروسته مشاعره وسوه چي دې ښاغليو په كي شعرونه واورو� �: سعيد لودين، احمد الله عباد، ذلال احمد ورك، عبدالرحيم دېوانه، عبدالرح يم رسوا، ګران اغا الفتيار، خالد نړيوال، نعمت الله منظور، سيد حبيب الله روحاني، عبيد الله تسل، ممتاز احمد مظلوميار، علي محمد حقمل، عصمت الله لايق، محمد شريف ناكرار، محمد رحيم بېتاب، احسان الله جرس، قيام الدين � �يادت، علي احمد سمسور او محمد يار. د غونډي مشر ښاغلي افغانمل ته د غونډي د ارزيابۍ په موخه بلنه وركړل سوه، نوموړي بهير وستايه، له بهيروالو يې هيله وكړه چي مايوسه نه سى او خپل ملاتړ او همكاري يې ورسره وښول، په پاى كي يې وويل چي راتلونكې غونډه زما په كور كي ده او زما مېلمانه ياست.د غونډي راپور ځكه نه سو وړاندي چي د بريښنا د ستونزي له امله د كمپيوټر په ګېډه كي بند پاته و، د غونډي وياند ښاغلى حكمت الله سروش واو مېلمه يې نلرى. غونډه د ماښام پر ۶:۳۷ په دعا ويلو پاى ته ورسېده.     ",د روهي ادبي بهير ۳۳ مه غونډه جوړه شوه 6122,," بېنوا ویبپاڼې ته د ایساف له لورې په راغلې خب� �پاڼه کې لیکل شوي چې تېره ورځ د نورستان ولایت په کامدېش کې د ایساف یو سرتېری هغه ومړ چې د ګزمې ګاډې یې له ترافیکي پېښې سره مخ شو، دغه راز په پېښه کې دوه نورسرتېري هم ټپیان شوي. خبرپاڼه د ټپي سرتېرو روغتیايي حالت سم ګڼي. ",په نورستان کې د ایساف یو سرتېری مړ شوی 6123,ډاکټر ثواب الدین مخکښ," شین چای یا نې داسې یوه څښونکې ماده چې په نړۍ کې یی څښونکي ورځ له ورځې مخ په ډیریدو دي، چې یواځینی دلیل یې د روغتیا لپاره د خورا زیا تو ګټودرلودل دي.� �یرو ته خو لا دا حیرانونکې ښکاري چې څنګه دې شین چا ی روغتیا ته دومره ځا نګړې ګټې ولري. او ځینې نور خو بیا وایي چې که ته په ورځ کې ۳یا ۴ پیا لې شین چای ونه څښې نو خپلې روغتیا ته بر تري نه ورکوې. له دې هر څه سره زه غواړم هغه ۲۵ � �املونه چې سړی اړبا سي تر څو د شنه چای په څښلو پیل وکړي درپه ګوته کوم:۱ـ شین چای او د سرطان ناروغۍ: شین چا ی د سرطان په نا روغۍ د اخته کیدو د خطر په کمولو کې مرسته کوي. هغه انتې اکسیدانت چې په شنه چای کې شتون لري ښه اغیز یې ۲۵ ځله تر ویتا مین اي(E)  او ۱۰۰ ځله تر ویټا مین سي(C) ډیر دی. د شنه چا ی دغه ځا نګړ تیا هغه حجرې چې ګما ن کیږي د سرطا ن د نا روغۍ سره اړیکه � �ري له ویجا ړیدو ژغوري. ۲- شین چای او دزړه نا روغۍ: شین چای د کولسترو� �و(Cholesterol) د میچ په را ښکته کولو سره د زړه د غوټو او یا حملو (Strokes) او همدا راز د زړه د نا روغیو د م خنیوي لامل ګرځي. آن تر دې چې د زړه د غوټې( Heart Attack) څخه وروسته هم د زړه د حجرو د مړینې څخه مخنیوی کوي. او دزړه د حجرو بیا رغیدنه هم ګړندۍ کوي. ۳- شین چای د زوړوالې ضد: شین چای د پولې فینول (Polyphenols) په نامه د انتي اکسيدانت لرونکی دی. کوم چې د ازادو رادیکا لونو په ضد کار کوي. دا په دې ما نا چې د ا انتې اکسیدانت د زوړوالې (Aging) په ضد کار کوي او د اوږد عمر او اوږد ژوند د رامنځ ته کولو لامل ګرځي. اوهمدا راز د مخ او پوستکې ګونخې و� �کوي. ۴- شین چا ی او دوزن با یلل: ډیر خلک د چاغښت نه ډیر ګیله من وي ددي ستونزي د حل لپا ره بیا هم ښه ملګری شین چا ی دی. وایي چې شین چای د وزن په با یللو کې ډیر ګټور او اغیزمن ګڼلی � �وی.شین چای وازګه(Fat)  سوځوي او د میتا بولیزم میچ په طبیعې ډول ګړندی کوي.شین چای کولای شې د ورځې د ۷۰ کا لوري په میچ  د وازګې په سوځولو کې مرسته وکړي چې ددغه کار په بنسټ کولای شې په کال کې اووه(۷) پاونډه وازګه وسوځوي. ۵- شین چا ی او پوستکی: هغه انتې اکسیدانت چې په شنه چای کې شتون لري پوستکی د ازاده رادیکا لونو له زیا نمنونکو اغیزو څخه ژغوري نوموړي ازاد رادیکا لونه په پوستکې کې د ګونځو او د پوستکې د زوړ ښکا ریدلو لامل ګرځي چې دا دغه ازادو رادیکا لونو د زیانمنونکو اغیزو له ډلي دي او شین چای ددغو اغیزو مخه نیسي. همدا راز شین چای د پو ستکې د سرطان په مخنیوي کې هم خورا ستره ونډه لري. ۶-شین چای او د بندونو پا ړسوب: شین چای د Rheumatoid Arthritis بیما رۍ د رامنځ ته کیدو د خطر په کمښت او مخنیوي کې خورا ډیر رول � �ري. همدا راز لکه څنګه چې پوهیږی د بدن ځینې برخې له کرپندوکي (Cartilage) څخه جوړې شوي دي.پس شین چا ی هغه انزایمونه چې د کرپندوکیو د ویجا ړتوب لامل ګرځي ددغه کار تر سره کولو ته نه پریږدي. او په دې توګه زمونږ د دروغتیا یو مهم اړخ را ژغوري. ۷- شین چا ی او هډوکي:  دروغتیا له پلوه د شین چا ی تر ټولو مهم اړخ دادی چې شین چای د لوړ ارزښت لرونکو فلورایدو منځپا نګه ده. دا فلوراید دی چې هډوکي غښتلې او پیاوړي سا تي. که چیرې ته هره ورخ شین چا ی وڅښې نو دا کار ستا سره د هډوکیو د تراکم(Density)  په خوندي کولو کې مرسته کوي. ۸- شین چا ی او کولیسټرو� �: شین چا ی د کولیسترولو د میچ په ټیټ سا تلو کې خورا مهم رول لري.همدا راز شین چا ی د ښو کو� �یسترولو د نسبت په سمولو کې ستره ونډه لري.په دې ما نا چې  د بدو او زیا نمنو کولیست� �ولو میچ را کوزوي. ۹-شین چای او بې بریده ډیر چا غوالی:  د وازګینو انسا جو په حجراتو کې  د ګلوکوز د خوځښت او یون په ټپه ودرولو سره شین چا ی د بي بریده چا غښت مخنیوی کوي. که چیرې تا سو یو روغتیايي خوړنیز رژیم ولری، په منظم ډول تمرین وکړی او شین چا ی وڅښۍ نو نا شونې ده چې تا سو د چا غښت له ستونزې سره مخ شۍ. ۱۰- شین چای او دشکری نا � �وغۍ(Diabetes): شین چای د وازګو او ګلوکوزو په میتا بولیزم کې سمون راولي. د شکرو او خوږو د میچ د نیغ په نیغه او تند لوړوالي څخه په وینه کې مخنیوی کوي. اود میتا بولیزم په میچ کې برابری(Balance) را منځ ته کوي. ۱۱- شین چای اودAlzheimer’s نا روغۍ:  ددغې نا روغۍ په هکله د بشپړو معلوما تو لپاره دغه ویب پا ڼې ته سر ورښکا ره کړۍ: http://uk.ask.com/reference/dictionary/wordnetuk/2563/Alzheimer's شین چای د یاد(حا فظې) په پیا وړې کولوکې مرسته کوي.ددې سره چې د Alzheimer’s ناروغۍ درملنه هم نه کیږي پس شین چای کولای شي په مغز کې د Acetylcholine دکمښت د پروسې په کرار والې کې مرسته وکړي. د یا دولو وړده چې دAcetylcholine کمښت په مغز کې دAlzheimer’s د نا روغۍ سبب کیږ ي. ۱۲- شین چای او Parkinson’s نا روغۍ: په مغزو کې د حجرو ویجا ړتوب خورا نا کاره پیښه ده د کوم له پلوه چې د Parkinson’s نا روغۍ منخ ته راخي. او هغه انتې اکسیدانت چې په شنه چای کې شتون لری په مغزو کې د حجرو د ویجاړتیا په مخنیوي کې م� �سته کوي. ډیر کم دا سې پیښیږي چې هغه خلک چې شین چای څښې په هغوی کې دې د Parkinson’s بیماري پر مختګ وکړي. ۱۳- شین چای او د ځیګر نا روغۍ: ډیر ځله داسې کیږي چې ډاکټران د بدن د یوې برخې انساج په بل ځای کې پیوندوي چې دغه کار د Transplant په نامه یا دیږي. په ځینو خلکو کې د راز راز لاملونو په دلیل  دغه کار نا شونی وي چې دغه راز حا لت د Transplant failure په نوم یا دیږي. پس شین چای په هغو خلکو کې چې د ځیګر په ناروغېو اخته وي او ځیګر یی ښه کا رنده نه وي د Transplant failure په مخنیوي کې مرسته کوي. همداراز پلټنو ښودلې چې شین چای هغه زیانمن ازاد رادیکا لونه چې دځیګر په وازګینو انساجو کې شتون لري ویجاړوي. ۱۴- شین چای اود وینې لوړ فشار: شین چای د لوړ فشار په مخنیوي کې مرسته کوي.دAngiogenesis د عملې دمخنیوي په مټ  شین چای د وینې د فشار په ټیټ سا تلو کې مرسته کوي. د یا دونې وړده چې نوموړې عملیه د لوړ فشار سبب کیږي. پس هغه خلک چې شین چای څښي نو دا شین چای ورسره د فشا رپه ټیټ سا تلو کې مرسته کوي. ۱۵- شین چای او تسمم: داسې با کتریا وې � �تون لري چې خواړه زهر جن کوي او دد اسې خوړو خوړل انسا ن او یا هم نورژوي مسموم کوي. په شنه چای کې د Catechin په  نامه ماده شتون لري چې دغه ماده کولای شي زهرجنې با کتر یا وي ، زهر جن خواړه او پخپله زهر هم بي اغیزې کړي. ۱۶- شین چای او دوینې شک� �: پوهان په دې اند دي چې د وینې شکر د عمر سره نیغ په نیغ تړاو لري مګر د Polyphenol او Polysaccharide  په نامه مرکبونه چې په شنه چای کې شتون لري د وینې د شکر میچ را ښکته کوي. ۱۷- شین چای او خوند يوالی(معا فیت): د Polyphenols او Flavenoids په نوم مرکبونه چې په شنه چای کې شتون لري د خوندیوا لتوب د سیستم په غښتلتیا او پیا وړتیا کې خورا ډیره مرسته کوي او ستا سو بدن د مکروبونو پر ضد جګړه کې غښتلی کوي. ۱۸- شین چای د زکام او د یخني(Cold) نا روغي: شین چای تا سو له زکام او یخني څخه په اخته کیدوژغوري. د ویتا مین C شتون په شنه چای کې ددې لامل ګرځي  چې تا سو سره د زکام او يخني(Cold) په درملنه کې مرسته وکړي. ۱۹- شین چای او نفس تنګي(Asthma) : په شنه چای کې د Theophylline په نامه یوه ماده شتون لري نوموړې ماده دهغو غړيو(عضلاتو) چې Bronchial tubes سره م� �سته کوي د استرخا سبب کیږي او دغه کار د نفس تنګې د شدت په راکمولو کې مرسته کوي. ۲۰- شین چای او دغوږونو عفونت: هغه غوږونه چې د عفونت په ستونزو اخته وي شین چای ورسره ښه مرسته کوي. دیوه طبعي غوږ د پا کولو لپاره د پنبې یو څه اندازه په شنه چای کې لونده یا خیشته کړی او غوږ پرې پاک کړی ډیر ګټور دی. ۲۱- شین چای او Herpes : Herpes د پوستکي یوه ویروسي نا روغي ده چې د پوستکې د راخوټیدنې سبب کیږي. او یا هم هغه نا روغۍ چې په پوستکې کې د دردناکو پولیو یا ټنا کو لام ل کیږي د Herpes د بیماری په نامه یا دیږي. ویل کیږی چې شین چای د موضعې Interferon اغیزد Herpes د بیماری په درملنه کې زیا توي. Interferon یو طبعې پروتین ده چې د معا فیتې سیستم د حجرو لخوا د بهرنیو توکو په ضد په بد ن کې تولیدیږي. هغه برخه چې په پورتنۍ نا روغې اخته وي لمړی ورته د � �نه چای Compress ورکول کیږي او مخکې له دې نه چې پوستکی د Interferon له لارې تداوي شې با ید پریښودل شي تر څو پوستکی وچ شي. ۲۲- شین چای او د غا ښDecay : شین چای ډیرې هغه با کتریاوې او ویروسونه چې د غاښونو د نا روغیو لامل کیږي ویجا ړوي. همدا راز شین چای د هغو با کتر یاوو د ودې او پراختیا مخنیوی کوي کومې چې د خولې د بد بویه وږمې (Bad Breath) لامل ګرځي. ۲۳- شین چای او Stress : شین چای د L-theanine په نوم د یوه امینو اسید درلودونکی دی. نوموړی امینو اسید له اندیښنې او تشویش څخه په ارامولو اوله نوموړو ستونزو څخه په خلاصولو کې م رسته کوي. ۲۴- شین چای او حسا سیتونه(Allergies) : شین چای د EGCG په لرلو سره د حسا سیت په کمولو او ارامولو کې بې سا رې مرسته کوي. پس که چیرې تا سو حسا سیت ولرۍ د شنه چای څښلو ته ځا نګړې پا ملرنه وکړۍ. ۲۵- شین چای او HIV :  په جا پان کې سا ینس پوها نو ته دا جوته شوي ده چې EGCG(Epigallocatechin Gallate) چې په شنه چای  کې شتون لري کولای شې چې HIV � �ه روغو معا فیتي حجرو سره د نښلیدو او سریښیدو څخه منعې کړي. داپه دې ما نا چې شین چای کولای شي د HIV دخپریدو څخه په بدن کې مخنیوی وکړي. اوس نو ستا سو روغتیا ستا سو په لاس کې ده چې شین چا ی څښۍ او که نه.ددې لپا ره چې روغ رمټ او له دوا ګا نو خلاص ځان ولرۍ نو په ورځ کې درۍ یا څلور پیا لې � �ین چای  څښل پیل کړۍ. ستا سو د ښې روغتیا په هیله. � �اکټر ثواب الدین مخکښ           ",۲۵ لاملونه چې انسان د شنو چا یو څښلو ته اړبا سي 6124,," د ولسمشر کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر کرزی له ولسمشر جورج بوش سره ټیلفوني خبرې کړي، دواړو مشرانو د جوړیدونکې امن جرګې په اړه خبرې کړي دغه راز ولسمشر بوش ولسمشر کرزي ته ویلي چې په لیتواليا کې به هيواد د ناټو په سرمشریزه کې غونډه كي په افغانستان د امن او سوکالۍ په اړه ژمن شي. ",ولسمشر کرزی له جورج بوش سره په ټیلیفون کې غږیدلی 6125,," بېنوا ویبپاڼې ته د ایساف له لورې په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې تېره ورځ دوه بجې د هلمند ولایت په ګریشک کې د ایساف سرتېرو په یوه موټر ډزې وکړې او یو ملکي وګړی یې وواژه. په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د دغو ځواکونو سرتېرو لومړی د موټر چلونکي ته د ودرېدو اشاره وکړه خو موټر ونه درېده بیا دغو سرتېرو پرې ډزې وکړې چې یو تن ملکي وګړی یې وواژه دوی وایي دا تراژیدي وه او د پیښې په اړه به پلټنې کوي. ",ایساف په هلمند کې یو ملکي وګړی وژلی 6126,," ", 6127,," د اکسفام موسسې په یوه راپور کې � �یکلي چې اووه ملیونه افغان ماشومان ښوونځي ته له ورتګ څخه پاتې دي په پنځو نجونو کې يوازې يوه يې ابتدائيه ښوونځي کې شموليت لري اکسفام لیکي چې د ٢٠٠١ ميلادي کال څخه راپه دېخوا په ښوونځيو کې د ٥ برابره زياتوالي سره_سره د نيمايي څخه زيات افغان کوچنيان ښوونځي ته د تلو څخه بې برخې دي. دغه رپوټ په لاتواليا کې د ناټو د سر مشريزې څخه (چې په افغانستان کې د لاسته راغلو پرمختګونو د ارزونې په اړه دې) يوه ورځ د مخه خپرېږي. نجونې په ځانګړي توګه د دې حالت څخه زيانمنې کېږي ځکه يوازې په پنځو نجونو کې يوه يې ابتدائيه ښوونځي او په شلو کې يوه نجلۍ ثانوي ښوونځي ته ځي. د"" افغان کوچنيانو لپاره وړيا او باکيفيته زده کړې"" رپوټ څرګندوي چې د شتمنو هيوادونو څخه د مرستو نه رارسېدل دا معنى ورکوي چې په ميليونونو کوچنيان د زده کړو څخه بې برخې کېږي. په اوس مهال کې ٧ ميليونه افغان کوچنيان د ښوونځيو څخه بهر دي، په داسې حال کې چې پنځه ميليونه کوچنيان په ښوونځي کې شموليت لري؛ په ٢٠٠٣ کال کې تر ١.٣ مي� �يونه او د طالبانو د واکمنۍ په موده کې شاو خوا يو ميليونه کوچنيان ښوونځي ته تلل. هغه کوچنيان چې ښوونځيو ته د تللو فرصت پيدا کوي د ښوونې چارې يې د ناروزل شويو ښوونکو له خوا پر مخ بوول کېږي. د افغانستان په شمال کې يوې سروې وښوده چې د ابتدائيه ښوونځيو د ښوونکو يوازې ٥ فيصدو يې وکولاى شول په هغه آزموينه کې چې د دوۍ د زده کوونکو څخه اخيستل کېده بريالي شي. په افغانستان کې د اکسفام جي بي مشر، ګريس اومر وويل:""د افغانستان د کوچنيانو روزنه د دوى د ژوند د ښه والي او د هيواد د بيا رغونې او پرمختيا لپاره خورا اړينه ده. خو بيوزلي، بې ځايه فيسونه او تر ټولو نږدې ښوونځيو ته اوږده واټنونه د کورنيو له خوا ښوونځيو ته د کوچنيانو د لېږدولو د مخنيوي لامل ګرځي. هغه زده کوونکي چې ښوونځي ته د تللو فرصت تر لاسه کوي د ناروزل شويو ښوونکو، د ښوونځي د ناکافي ودانيو او د محتوى له نظره د ضعيفه درسي کتابونو د ستونزو سره مخامخ کېږي. که ښايي چې افغانستان د ابتدائيه او ثانوي زده کړو اوچتې م وخې تر لاسه کړي، نو حکومت ته دې د شتمنو هيوادونو څخه د مرستو په کچه کې په پراخه توګه زياتوالې راشي. د اکسفام رپوټ ښيي چې د ښوونځيو د ودانيو په برخه کې اضافي پانګه اچونې ته په شديده توګه اړتيا ليدل کيږي. د نيمايي څخه زيات کوچنيان ښوونځيو ته له دې کبله نه ځي چې د دوى سيمې ته نږدې ښوونځي نشته. په افغانستان کې تر نيمايي زيات ښوونځي اساسي بيا رغونې ته اړتيا لري، ډيرۍ يې د څښاک پاکې اوبه او يا د بدرفت د کمودنو سهولتونه نلري او دغه راز ٢ ميليونه زده کوونکي په خيمو او يا په آزاده فضا کې زده کړې کوي. د اکسفام نړيواله موسسه په نړيوالې ټولنې غږ کوي تر څو په ټول هيواد کې د ٧٨٠٠ ښوونځيو د بيا جوړولو لپاره د٥٦٣ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت پانګه اچونه وکړي. شتمن هيوادونه د ډيرو ژمنو سره سره افغانستان سره په کافي اندازه مرستې نکوي. تر اوس مهاله دوۍ په يوه کال کې يواځې د ١٢٦ ميليونه امريکايي ډالرو مرسته کوي. ",اکسفام: ۷ ميلیونه افغان ماشومان له ښوونې بې برخې دي 6128,ميرويس جلالزي,"   قاري  يوسف احمدي چي  ځان د طالبانو وياند بولي خبري آ‍ژانسونو ته په مركه كي ويلي نن سهار د هغوى يوه سرتيري د كندهار په ختيځ كي د سپين بولدك هډې ته نيژدې د بهرنيو سرتيرو په كاروان ځانمرګى بريد وکړ  چي په پايله كي يې دوه بهرني سرتيري وژل شوي دي. يوسف وويل دا بريدكونكى افغان وو او سليم گل نومېدى. د يادوني  وړ ده چي په دي بريد كي ۱۵اوښان هم وژل شوي دي.   ",طالبان: د كندهار ځانمرګى بريد سليم ګل تر سره کړ 6129,,"   په ترکيه کې په زرگونو خلکو دغه هيواد ته د شپاړسم بينيډت د راتگ پر ضد لاس په مظاهرو لاس پورې کړ. مظاهرې چې له پرون څخه روانې دي لارښونه يې د سعادت اسلامې ډله پرغاړه لري. دغه مظاهرې د ترکيې په پلازمېنه کې پيل شوې دي. په زرگونو مظاهره کونکو د اسلامې � �عارو په وركولو سره غوښتنه وكړه چي تر هغه وخته پاپ د اسلام په هکله له څرگندولو څخه بښنه ونه غواړې ترکيې ته دي نه راځي. د پوليسو په وينا په دې مظاهرو کې شاوخوا ۲۵ زرو کسانو گډون کړى دى. پاپ پرون له روم څخه د ترکيې وگړو ته يو پيغام استولې و چې په هغه کې د ترکيې له وگړو سره ژورې دوستۍ ته اشاره شوي وه او د دغه هيواد تاريخ او فرهنگ يې ستايلې و. پاپ غواړي چې په استنبول کې سلطان احمد مسجد چې په شين مسجد باندې مشهور دى ليدنه وکړي. دا اسلامې هيوادونو ته د پاپ لومړى سفر دى. که څه هم دمخه د ترکيې لومړي وزير ويلې چې د ناټو په عمومې غونډه کې د گډون له ام� �ه نه شي کولى له پاپ سره وگوري خو دا چې هغه به پاپ ته په هوايې ډگر کې هرکلى ووايې. د نړۍ د کاتوليکانو مشر په تېر سپتمبر مياشت کې په خپله يوه وينا کې اسلام يې د تاوتريخوالې سره يوځاى بللى و چې په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو د غوسې لامل شو. ",تركيې ته د پاپ د سفر په اړه مظاهرې رواني دي 6130,," د هلمند د كجكي ولسوالۍ د لوړ كجكي د سيمي خلك وايي تېره شپه د ماښام له اوو بجو څخه د شپې تر لسو بجو پوري د ناټو د جيټ او ه� �يكوپتر الوتكو له خوا بمباري سوې ده، چي له امله يې د لسو تنو په شاوخوا كي ملكي كسان وژل سوي او لس نور ټپيان سوي دي. په كندهار كي د ناټو د ځواكونو وياند په دې اړه بې خبري ښودلې، خو د هلمند دوالي وياند حاجي محي الدين خان د بم بارۍ پخلى وكړ، خو د بمباريو د ځاى او زيانونو په اړه ځان نا خبره ښيي. ",په كجكي ولسوالي كي ملكي كسان وژل سوي دي 6131,," د هلمند امنيه قومندان جنرال نبي جان ملاخيل وايي چي تېره ورځ يې په ګريشك ولسوالي كي په يوه كرولا ډوله موټر كي ۵۰۰ كيلو ګرامه تارياك چي په ډېر مهارت سره ځاى پر ځاى سوي وه د ملي پوليسو او ملي پوځ د سرتېرو د ګډي ګزمې په پايله كي ترلاسه كړي دي. نوموړي وويل دا تارياك به د يوه پلاوي په وړاندي د ملي پوځ په اډه كي وسوځول سي او هغه كسان چي په دې تور نيول سوي دي تر پوښتنو لاندي دي. ",په هلمند كي ۵۰۰ كليو ګرامه تارياك نيول سوي دي 6132,دیپلوم انجینر محمد حق نیکزاد," لیکونکی :دیپلوم انجینر محمد حق نیکزاد  پس منظر: دمخه تر دی چي واصلي مطلب ته راسو ،دونو او بوټو پر اهمیت به یوه ځ� �نده رڼا واچوو. دمځکي پرمخ دوه سلطنته (د حیواناتو سلطنت او د نباتاتو سلطنت ) خدای (ج) پیدا کړیدي  چي پخپل مینځ کي نه شلیدونکي اړیکي لري او دواړه یو د بل لازم او ملزوم دي . ددوی تر مینځ ډیر توپیرونه موجود دي ،خو کلي توپیر یی دادی چي  نباتات مستقل ژوند لري او د حیواناتو ژوند طفیلي ژوند دی .دا خبره په دی معنی ده چي نباتات خپله غذا پخپله جوړوی ،اما حیوانات د خپلی غذا د جوړول توان نلري . حیوانات د خپل ژوند دبقا لپاره یادنباتاتو د خوړلوڅخه کار اخلی چی هغوته واښه خوړونکی حیوانات وایي اویا یو حیوان د بل حیوان د غوښو په خوړلوسره ژوند کوي چي دی ډول حیواناتو ته غوښه خوړونکي حیوانات وایي . داسي  حیوانات هم سته چي بیا دواړه خوری.     نباتات د خپل ژوند د بقا لپاره په زیا ته پيمانه د عضوي موادو څخه چی سرچینه یي په مځکه کي نیاتي او حیواني پاته سوي مواد دي چی تر ورستیدو وروسته ورڅخه ګټه اخلي . یا په بل عبارت دغه عضوي مواد   د باکتریاؤ په واسطه په داسی موادو سره اوړي چي هغه په اوبوکي د انحلال قابلیت ولري یعني نباتات د عضوي موادو څخه په مځکه کي تر هغه وخته پوري ګټه نسي اخیستلای،تر څو چی په اوبو کی د انحلال حواص ونلري .دا کار په مځکه کي یوازي د باکتریاؤ پر غاړه دی چی په مځکه کي ژوند کوي .که چیري په مځکه کی دغه باکتریاوي کار ونه کړي اود ژوند شرایط ورته مساعد نسي د مځکي پر مخ نه نبات ژوند کولای سي او نه حیوان.    ددی بحث اصلي موضوع دونواوبوټو د بیځایه وهلو څخه ساتنه اودهغو روزنه ده .په دی کار کی د انسان رول چي وني اوبوټي وساتي اوهغه و� �وزي یا هغو ته  د بی پروایې په سترګه وګوري قاطعیت لري.  ونی اوبوټي هغه موجودات دي چي د انسان د ژوند په ټولو اړخونو کي د اهمیت وړ رول لوبولی او لوبوي یی او هغه داچی: 1. دانسانانو د خوندور او ګټور خوراک  سرچینه ده.  2. وني او بوټي په خپلو ډول ډول رنګونو او ګلانو سره د مځکی مخ ښایسته کوي او یوه زړه وړونکی فضا Aیي جوړوی چی په لیدو سره یي زړونه خاص قوت او تازه والی پیدا کوی .یا په بل عبارت د زړونو زنګ او غم ورکوي .همدا وجه ده چي د استراحت او ارام ژوند ځایونه هلته جوړوي ،چیری چي وني او بوټووي 3. د انسانانو ناروغي کموي او ښه ژوند ورته بخښي 4. چیري چي وني اوبوټي وي ،هلته نه ویوازی  د حیواناتو او مرغانو د ژوند او استراحت ځای وي ،بلکه د هغو په زیاتوالي کي مهم رول لري 5. وني او بوټي نه یوازي مځکی ته ښکلا وربخښي ،بلکه د چاپیریال هوا هم تازه کوي .نسبتي لندبل او د ګرمۍ کموالی چي د ژوند د ښو شرایطو څخه شمیرل کیږی هم کنترولوي. 6. دمځکي ساتنه کوی یعني،باد او سیلابونه نه پریږدي چی مځکه یوسي او هغه شاړه کړي 7. د صنعت اومه مواد د ونو او بوټو څخه لاسته راځی . 8. د کورونو په جوړولو ډیر مواد د ونوڅخه لاسته راځي او د کورونو ښه وسایل لکه موبل او فرنیچر دونو څخه لاسته راځي او داسي نوري ګټي هم لري .   وني او بوټي هم لکه نور ژوندي موجودات ځانته ځانګړي ناروغې او افات لري او علاوه تر دی د ډول ډول طبیعي او غیر طبیعي ناوړه حوادثو سره لکه وچکالۍ، اورلګیدنی زلزلی او د انسانانو بی مسؤلیته چلند سره م خامخ کیږي ،خو انسان کولای سي چي د هغو په کنترول او له منځه وړو کی  د ځانه پوره وړتیا وښیی .دهر افت په م� �ابل کي کیدای سي چی یوه یا بله چاره وسنجوله سي ، خو د انسانانو د بی مسؤلیته چلند په مقابل کي ،په تیره بیا هغه انسانان چی د سیاسي واګي یی هم  په لاس کی وي ډیره مشکله ده د هغو لاس نیوی و سي .  شنکي باغونه .� �نکي ځنګلونه ، شنکي دښتونه . رنګارنګ ګلونه ، د بلبلانو اوازونه ، ښکلي چینی ، ښکلي ابشارونه ...... اوداسی نور دا ټوله د ‍خدای(ج) هغه نعمتونه دی چي دونواوبوټو په وجود کي یي پیدا کړیدي او د انسانانو په اختیار کي یی و� �کړیدي .که چیری دغه ښکلاوی د انسانانو د خوا په علمي توګه د یوه منظم پلان په عملي کولو سره تنظیمي سي یعنی په شنو دروکی ،د چینو بغل ته استراحتګاوی ،هوټلونه جوړکړای سي  ، دغه موجوده خوند به یی څو چنده  سي ، نا� �وغۍ به ورکي سی او د هر انسانانو د خوند او برمه ډک ژوند به ولري  . دونو اوبوټو د روزني او ساتني شرایط: په کار داده  چي وني او بوټي باید د اسانانو د ضرورت او احتیاج مطابق وروزلي سي .یعني په هره اندازه چي د اسانانو ضرورت زیاتیږي ، په هغه اندازه او حتی تر هغه زیاتی باید و روزلي سي . د ساتني ش� �ایط یی دادي: دځیګلونو اوبوټو د روزني او ساتلو د قانون نافذیدل او د هغه عملی کول . د ځنګلونو او بوټو د ساتلو او روزلو دمرکزي او محلي ارګانونو فعالول او په تخنیکي وسایلو سره د هغو سنبالول .نه داچي تش په نامه وي خو د کار کولو درک یی معلوم نه وي  د ونو او بوټو د روزني او ساتني د څیړني د مرکز جوړول  وخلګوته د هغي انرژۍ برابرول لکه بریښنا او ګاز چي د ونو او بوټو د بیځایه وهلو څخه د خلګو لاس لنډوي.او که دا کار ونسي ،د خلګو لاس نیول ډیر ستونځمن او حتی د امکانه وتلی کار دی.  دونو اوبوټود ساتني اوروزني اوسنۍ وضع: زموږ ګران هیواد افغانستان یو غرنی مملکت او د ارتو دښتونو څښتن دی چی د څارویو د روزني لپاره ډیر ښه شرایط لري .همدا علت دی چی د ډیری پخوا زمانی څخه زموږ زیات وګړی د کوچیانو په توګه ژوند کړی او لکه د هوا مرغان د هوا د څرنګوالي سره سم د یوه ځایه وبل ځای ته کوچ کړی،تللي اوراغلي دي . په تیرو ختونو کي ددوي ژوند ډیر خوندور او د برمه ډک ژوند ؤ.خو اوس د خلګو د بی پروایې ، د بیځایه لاس وهنو اود پردیو په لمسون د خپلو شخصی ګټو په نظرکی نیولو سره ،که دغرونو وني وی اویا د سمي وني وی ،هغه یی ټولی داسي له منځه یووړي چي نه یی بر پاته سوه او نه ریښې.  د افسوس خبره داده چی د هری ورځی په تیریدو سره غرونه د ونو او دښتونه د بوټو او وښو څخه خالي کیږي . علتونه ډیر دي خو اصلی علت یی  دادی: د ځنګلونو او بوټو د روزني او ساتني قانون تر پښو لاندي سویدی نو دا خبره به داسي ومنو چي قانون نسته . د ځنګلونو د روزني او ساتني مرکزی او محلي اورګانونه تش په نامه دي. هغه په دی معنی چی هغه فعا� �یتونه چی د ونو او بوټو د روزني او ساتني لپاره ضروري دي اثر یی نه لیدل کیږي .علت یی دادی چي ددی کار لپاره نه ماهر پرسونل سته ، نه ضروري وسایل اونه کافی بودجه . ونی او بوټي پر خپل سر وهلي کیږي ،خو د چا سره دا نظر او مفکوره نسته  چي یوه  ونه باید څه وخت ووهله سي او تر هغه وروسته باید څه وسي؟  ددی کار نتیجه دا سوه چي  ترکومه ځایه چي لاس ور رسیږی شنه غرونه یی د ونو او شنه دښتونه یی د بوټو څخه خلاص کړل او اوس چی ست� �ګي څار کوي شین بوټی نه لیدل کیږی . هره خوا سپینه بیدیا او سپیری دوړي د مځکی څخه پورته کیږی .کله چی یو څو څ اڅکي باران وسي ،ددی پر ځای چی هغه مځکي ته ننوزی اومځکه خړوبه کړي ،خړ سیلابونه ور څخه جوړیږی او د نه منلو تاوانونه هم رسوي . کله چی باد را والوزی هغسی خاوري بادیږي چی څوک سترګي نسي رپولای . کله چی مځکه د سیلابونو او د باد د طوفانونو تر تهدید لاندی وی ،د هغی د تولید قدرت به څه وی ؟د ددی سره یو ځای به د انسانانو ژوند په داسي شرایطوکیي څه ډول وي؟ ددی او داسي نورو سوالونو په ځواب کي یو جواب سته او هغه داچي،، دبیچاره ګۍ او غربت د ژوند څخه ډک ژوند بل څه نسته ،،.  ددی وضعي  اصلي علت : د ورځي په تیریدوسره دخلګو شمیر زیاتیږي او د هغو سره یو ځای بشري اړتیاوي هم مخ په زیاتیدو دی . د ښاری خلګو شمیر کوم جی ضروریات او خواهشا ت یی د کلیوالي خلګو په پرتله ډیر دی ورځ په ورځ زیاتیږي . د ډوډۍ پخولو اود کورونو د تودولو دپاره بل هیڅ شی نسته بیله دی څخه چی  وني چپه کړی او ددښت بوټي د بیخه وباسي او خپل ضرورت په پوره کړي اویا یی بازار ته دخرڅلاو لپاره یوسي او د خپل ژوند نوري اړتیاوي په پوره کړي په غرونوکی د ونو او په دښتونو کی د بوټو مخ پر خلاصیدو دي ،د خوړو د پخولو او د کورونو د تودولو نوري چاري هم نسته او که چیري وي لکه تیل او طبعي ګاز ،هغه په ډیره لوړه بیه د بهر څخه راوړه کیږی او هغه هم  که چیري سیاسي مناسبات ښه وی او ددوی په خوښه کار وسي ،تیل او ګاز راکوی ، ولي که چیري سیاسي مناسبات ښه نوي او یا ددوی په خوښه کار ونسي ،نو بیا نه تیل سته او نه ګاز. زموږ په اوسني شرایطوکي ارزانه انرژی د بریښنا انرژی ده او دا ځکه چي زموږ ګران هیواد ددی نعمت څخه برخورداره دی چي لوړ لوړ په واورو پټ غرونه او مست مست سیندونه لری، کیدای سي چي پر هر سیند باندي د ډیر لوړ طاقت د بریښنا د انرژۍ د تولید بندونه جوړکړای سي .داکار څو ګتي لري: 1.  د ارزانه د بریښنا د انرژۍ خاوندان کیږو 2. هغه سیلابونه مهار کیږي چي د ځاني او مالي تاوانونو سبب کیږي  3. په دغسي بندونو کي د ماهیانو د روزلو پروژی جوړیږي 4. د خلګولپاره د سیل او تفریح مرکزونه جوړیږی 5. ډیری � �اړي مځکی تر اوبو لاندی کیږی  6. ترمځکی لاندی اوبو سطح لوړیږي چي په نتیجه کي د چینو او کاریزونو اوبه � �یریږي  7. بیکاره خلګو ته کار او بی مځکو خلګو ته مځکي پیداکیږي او داسی نور . ددی ضرورت نسته لکه په ځینو نورو هیوادونو کي داوبو په ایشولو (د بخار بریښنا) سره بریښنا تولیده سي او داچي مصنوعي بندونه جوړکړای سي .موږ د بریښنا د تولیدولو ډیر ارزانه امکانات لرو ،خو یو شی نلرو او هغه داچي په قانوني او حقوقي � �حاظ د پانګوالو جلب او جذب و پانګي اچوني ته . ددی علت چاره  : داخبره و هرچاته  معلومه ده چي هر علت ځانته خپله چاره لري او په دی کار کي کومي نوي اختراع ته ضرورت نسته. اساسي خبره داده چي د حکومت له خوا دداسي سیاست غوره کول پکار دي چي یو داسي قانوني او حقوقي اساس کښیږدي چی داخلي پانګه ل� �ونکي خلګ دی خبری ته وهڅوي چي د باندني مرسته کونکو او پانګه اچونکو شریکانو سره دبندونو جوړولو او د بریښنا د شبکو د غځولو په برخه کي پانګي واچوي، تر څو وکولای سي هغه ګتي او نوري تر لاسه سي چي پورته ورته اشاره وسوه . زموږ هیواد ددی کار پوره ظرفیت لري چي د بندونو په جوړولو سره به نه یوازی زموږ داخلي اړتیاوي پوره کړای سي ، بلکه موږ کولای سو چي د بریښنا انرژي و ګاونډیو هیوادونو ته هم واستوو اووکولای سو ددی اوسنی  پر بل تکیه د انرژي د بحران څخه ځانونه وجغورو.    خلاصه، خبره داده چی دداخلي او نړیوالو پانګه لرونکو د جلبولو د پاره باید تر ټولو لمړی قانوني او حقوقی بنسټ جوړکړای سي .په دوهم قدم کي باید داسي پروژی جوړه نسي چي په هغو کي داخلي پانګوال سهم ونلري او یا دا چي په هغو کي د داخلي کارګرانو د روزني امکانات موچود نوي .  یوه د خوښۍ خبره داده چي اوس حکومت ددی تکل لري چي د خصوصي سکتور په تقویه کولو کي یی تر یوه حده حرکت کړیدی او په دی حصه کي نړیوال ملاتړ هم ورسره دي .نو اوس زموږ محترم پانګه لرونکي خلګوته داخبره متوجه ده چی د سالم جرءت څخه کار واخلي او خپل مالي امکانات د مملکت په تولیدي چاروکي ولګوي او د ښځو د سنګار بکسونو او د کوچینیانو د پلاستیکي شیانو او اورټکانو څخه ډډه وکړي   (کورمي د سیند پر غاړه دی د تندي مرمه ) ",دونو او بوټوبیځایه وهل (دیپلوم انجینر نیکزاد) 6133,"ميرولي جان � �کڼوال"," ميرولي جان لکڼوال دا يو حقيقت دی چې ښځه دنړی دخلکو له نيمايي نفوس هم زيات تشکيلوي ،ښځې دتاريخ په اوږد و کې دنارينه سره جوخت دانساني او بشري ټولنې دودې اوپرمختګ په لار کې رغنده اوميوه لرونکي ګامونه پورته کړي دي . شک نه شته چې په فزيکي لحاظ به دښځې جوړښت له نارينه سره توپيرولري ،دکار دکولو انرژي به په نارينه کې دښځو په نسبت زياته وي خو له بلې خوا ګورو چې ښځه داسې لوی کارونه ترسره کوي چې ترډېره بريده پکې نارينه پاتي راغلي ،دبېلګې په ډول هغه کړاوونه چې يوه مور يې دماشوم په روزنه کې تېروي پلار ددې کړاو له تېرولو اوزغملو عاجز دی  همدا دکړاوونو پرځان منل دي چې ماشوم دمور له غېږې سره بې کچې مينه او علاقه لري ،په هر صورت ګورو چې ښځه اونارينه يو دبل له پاره لازم او ملزوم دي ،پدې مانا چې نارينه له ښځې اوښځه له نارينه پرته دژوندچارې په ښه اوغوره طريقه نه شي سمبالولی .دتاريخ په اوږدو کې ښځو دخپلو حقوقو دخوندي کولو اوساتلو له پاره ډول ډول مبارزې په کار اچولي په دې خاطر چې زياتر ه انساني ټولنې ددوی پرحقوقو پښې ږدي اوبالاخره دوی مجبوريږي چې دخپلو حقوقو دخوندي کولو له پاره غږ� �اپورته کړي  شک نه شته چې داسلام مبارک دين دبل هر دين اومذهب په نسبت دښځو ټولو حقوقو ته احترام او د� �ناوی لري ،خو پوښتنه داده چې اياموږ ښځو ته هغه انساني اوبشري حقوق ورکړي چې اسلام ښځو ته ورکړي دهاوياموهم غوی په رعايتولو ځانونه مکلف ګرځولي دي ،فکرکوم تر ډېره موږ ښځو ته داورکړشوي حقوق نه دي ورکړي دبېلګې په ډول نا� �ينه اوښځينه دواړه حق لري چې دځان له پاره دژوند ملګری انتخاب کړي ،خوزموږ په کې ښځه لا څه چې له نارينه هم دا حق اخيستل شوی که کوم نارينه ياښځه په خپله خوښه دواده کولو غږ راپورته کړي نودخلکو اوکورنۍ له لوري په ډول ډول تورونو تورنيږي  په داسې حال کې چې نبي (ص) ته يو صحابي راځي ورته وايي چې زه دفلانۍ ښځې سره وده کول غواړم ،دبشريت لوی لارښودحضرت محمد (ص) ورته وايي چې اياتا نوموړي ميرمن ليدلي ده ؟ صحابي ورته وايي چې هو ،نبي (ع) و� �ته وويل چې لاړشه بيايې وګوره .تاسو اوس په خپله فکر وکړی چې نمګړتياچېرې اوپه چاکې ده ؟  همدا ډول ګورو چې ځينې وخت ديوې کورنۍ نارينه غړی دقتل په جرم مرتکب کيږي خو دسيمې قومي مشران اوسپين ږيري دخپل سيميز دود سره سم دنارينه دکورنۍ کومه بې ګناه ښځه په بدو کې ورکوي ،دابه سمه وي چې دښمني به پرې پای مومي خو وروستی پايلې يې له دښمنۍ هم بدې او وحيمې پايلې لري کله چې داپه بدو کې ورکړشوي جينۍ دخسرکورته وړل کيږي نو په هغه کورکې دابې ګناه انسان چې دبل دبدو ښکارشوی ديوې بدبختې ميرمنې په حيث ژوندتېروي ،دخسرګانۍ دکورنۍ هر غړی داسې فکر کوي چې ګواکې زموږ اصلي دښمنه همدا ميرمن ده ،ان تر دې چې دميړه ياخاوند له لورې ورته کومه خوږه او که چېرې و هم شي نو خاوند يې دکورنۍ دنورو غړو دسترګو اغزي ګرځي په دې دليل چې نوموړی (خاوند)يې ګواکې له دښمنې سره غوره او نېک چلن کوي ددې بداوناوړه چلن پايله اونتيجه داشي چې په بدو کې ورکړشوي ميرمن دځان وژنې په فکر کې شي او بالاخره په دې کار بريا� �ۍ هم شي  تاسو وګوری دلته داسلام دوه ډوله اصول تر پښو لاندې کيږي اول داچې جرم يو چاکړی او سزا يې بل انسان ته ورکول کيږي په داسې حال کې چې اسلام سزا هغې چاته غواړي چې په جرم مرتکب شوی وی ،دلته هم ليدل کيږي چې نمګړتيا چېرته ده همدا ډول تاسو وګورۍ چې په کورنيو کې دښځو سره دنارينوو له خوا تاوتريخوالی ترکومه � �سيدلی ؟که چېرې دنارينه له خوا ماشوم وهل کيږي نو هېڅ خبره نه شته خو که دمور له خوا ماشوم دروزنې او ښوونې په م وخه وهل کيږي نوبياپرې کور توره شپه جوړيږي ،همدا ډول کله چې نارينه ددسترخوان په سر سره راټوليږي نو دښې غذا اوډوډۍ دخوړلو حق ددوی وي کله چې له دوی څه پاتې کيږي نو بيا يې حق دښځو وي .دې ته ورته په لسګونو بد رواجونه او عادات شته چې له يوې خوا داسلام دمبارک دين داصولو او احکامو سره سر نه لګوي او له بلې خوا په کورنۍ کې دبې ځايه تاوتريخوالي لامل هم ګرځي ،دا چې ښځه دنارينه په شان انسان دی نوښايي چې دې ممتاز مخلوق ته دقدر اودرناوي په سترګه وکتل شي ،هغه حقوق چې دوی ته داسلام مبارک دين ورکړي په يشپړه ماناورکول شي ،فکر وکړی ښځه مورده او دمور په سينه کې دمينې او عاطفې لوی ګوهر پروت دی مور هېڅکله هم خپلو بچيانو ته بده ورځ نه غواړي نو بياولې خپل بچيان دې مهربانې اوخوږې مورته بده ورځ غواړي ښځه خور ده چې په زړه کې دخپلووروڼوسره بې کچې مينه ساتي نوبيا ولې و� �وڼه خپلې خورته بده ورځ غواړي ؟او بالاخره ښځه لورده چې په زړه کې يې دخپل پلار له پاره نه تماميدونکي مينه پ� �اته ده نوولې پلار پدې مهربانه اومشفقه لور بده ورځ پېرزو کړي ،حقيقت دا ده چې ښځې دتل له پاره ديوې مهربانې او زړه سوانده څېرې په حيث دانسانيت ا و بشريت ټال ته ټالونه ورکړي. ", ښــــــځه دناوړه دودونو ښـــــــکار (د لکڼوال لیکنه ) 6134,ژباړن: سيد حبيب وقار,"  ليكوال: سارا اورن جيوت Sara Orne Jewett  ژباړن: سيد ح بيب وقار\\ ترينكوټ  د ليكوال ژوند ته لنډه كتنه سارا اورن جيوت Sara Orne Jewett له 1849 څ خه تر 1909پورې دنولسمې پېړۍ د امريكا له پياوړو ليكوالو څخه ګڼل كېږي چې آثار يې په نړۍ كې بې شمېره مينه وال ل� �ي. نوموړي د ( ويلاكارتر) په مشوره چې نړيوال كيسه ليكوال ؤ غوښتل د خپلو ليكنو لپاره يوه مشخصه موخه غو� �ه كړي او بيا پر همغه لاره ليكنه وكړي چې د سارا د ليكنو له ښو ستاينو څخه دي. هغه د نيو انګلېنډ د اوسېدونكو څخه ؤ، د مېن د ايالت د( سوت برويك) په ښار كې زېږېدلى ؤ. د خپل ژوند ډېر عمر يې د هغه ښار په ګلونو، باغچو، او سېندونو كې تېر كړ. ټول نيكونه يې روڼ اندي ؤ چې د فرهنګي خدمت كوونكو په ډله كې راتلل. سارا له ما� �ومتوبه د نيو انګلېنډ د كليوالو خلكو په بې تكليفه او ساده ژوند او د هغه ځاى په ښكلو منظرو باندې مين ؤ. هر څه به يې چې هلته ليدل او كتل هغه به يې په ښكلي ډول د كاغذ په مخ ليكل، د هغه ليكنې هغو لويو لوحو ته ورته وې چې له � �وستونكي سره به يې خبرې كولې، همدغه اثار ؤ چې وروسته د امريكا ډېرو ليكوالو ته يو الهام شو. دده لومړنى كتاب ( ژور پناه ځاى) په 1887 م كال كې خپور شو. د غه كتاب د نظر د خاوندانو د نظر له مخې د نيو انګلېنډ د خلكو بهت� �ينه ( اتو بيوګرافي) ده چې د هغې سيمې د خلكو عادات، دودونه او چلند په ښه ډول ښيي. وروسته تر دې د هغه اثار يو پر بل پسې خپاره شول، چې ورو ورو د هغه ځاى د خلكو په زړه كې يې ښه ځاى وموند. د (ماهي خوړونكي ډينګ) لنډه كيسه دده د پېژندل شوو لنډو كيسو څخه ده.  د اوړي د لومړۍ مياشتې لمر د لوى ځنګل له ونو څخه په آرامۍ پناه كېده. د شپې تيارې ورو ورو خپل سيورى پر ناپايه ځنګل خوراوه. د لمر وروستۍ وړانګې د اسمان له سرو څنډو څخه تېرېدې او هغې نرۍ لارې ته يې چې د ځنګل په مېنځ كې غزېدلې وه روښنايي وركوله.  وړې نجلۍ په ډېرې ستړيا او خوارځواكۍ سره ځواكمنه غوا چې په ورو ورو يې قدم اخيست پر نرۍ لاره روانه كړې وه. دواړه په لاره روان ؤ خو ډېر خسته او ستړي ؤ، خپلې نرۍ لارې ته يې دومره پام نه ؤ، داسې يې انګېرله چې دغه تياره، نرۍ لاره او دغه ستړيا دوى ته طبيعي امر ؤ او و� �ځنى كار يې ګڼل كېده. د پسرلي په پيل كې چۍ پوښتې، ځنګلونو او غرونه شنه شول، ډېرې لږې داسې شپې به وې چې تښتېدونكې غوا به وروسته له څرولو څخه په ټول ځنګل نه ګرځېده، يا داچې مينه يې درلوده د ځنګل زړه ته لاړه شي او ځان د ډېرو ګلبڼونو پر مېنځ كې پټ كړي. او ناهيلې نجلۍ به چې ټول ځنګل ورپسې قدم كاوه ډېره په غوسه كوله. ددې لپاره چې و� �كه نشي په غاړه يې ګړونګى ورتړلى ؤ خو غوا پوهېده كه چېرې بې حركته ولاړه وي يا پرته وي بيا يې پيداكول ناشوني دي، او څوك به يې مالومه نكړاى شي چې اوس چېرته ده؟ ډېر ځله به سيلۍ په ساعتو ساعتو ددغه لوى ځنګل شاوخوا په غوا پسې ګرځېده. په خپل ماشومانه غږ به يې تښتېدونكې غوا پسې چيغې وهلې كه به يې د حيوان ډېر كوچنى غږ هم تر غوږ شو ورته ځير به وه. ځينې وخت به دغه لوبه دومره اوږده شوه چې نور به د نجلۍ صبر تمام شو او سوګند به يې وكړ چې كه يې پيداكړه څو ډانګه به يې وهي، خو چې كله به يې غوا پيداكړه او د هغې دمينې ډكو سترګو ته به يې وكتل، له خپل هوډ څخه به اوښته او هغه به يې بښله. كه چېرې غوا شودې وركوونكى حيوان نه واى د خپلو مالكانو په وړاندې به يې دا ډول درناوى نه درلود. ځكه چې د غوا ډېرو شيدو دوى خوښ ساتلي ؤ. نو ځكه سيلۍ اړ وه د مالك د خوښۍ لپاره ښه چلند ورسره وكړي. سربېره پردې، كه غوا پرته له شيدو بل كار كولاى دومره ارزښت به يې نه درلود. لوبې، د ښو منظرو ليدل، دغوا پلټل او د مرغانو د خوږو نغمو اورېدل د دوى لپاره پر دې چاپېريال كې يوه ښه لوبه او ساعتېري وه. يوه ورځ دغې نامهربانه ملګرې( غوا) سيلۍ ډېره ځورولې وه، هر څومره يې چې وپلټله او خپله وړه حنجره يې په كار واچوله پيدايې نكړه، وروسته تر څو ساعتو ګرځېدلو يې د اوبو د يوه ډنډ تر څنګ وليده چې آرامه ولاړه ده او په خپلو معصومو سترګو سيلۍ ته ګوري، مخكې تر دې چې سيلۍ خپله غوسه او غضب پرې واوروي غوا پر خپله لاره روانه شوه غولانځ يې درنه شوې وه او لوشلو ته تياره وه نو پرته له دې چې كومې خواته وګوري آرام او يو ډول پر خپله لاره روانه شوه. سيلۍ چې هم غه ډول ستړې او بې حاله قدمونه پورته كول، دا فكر يې كاوه چې نيا به يې د دومره اوږده وركوالي له امله څه فكر كوي او څه به ورته وايي. د ماسپښين له پنځو بجو څخه وروسته د غوا د راوستو لپاره له كوره وتلې وه او اوس نژدې آته بجې وې.ټول پوهېدل چې د غوا پيداكول آسانه نه دي، خپله مېرمن تيلي چې د اوړي شپې به تر ډېر ناوخته پورې ورپسې ګرځېده خو اوس ډېره خوښه او رضا وه چې سيلۍ ورسره وه تر څو دغوا پيداكولو دغه درنه دنده سرته ورسوي. سره ددې، چې د سيلۍ دنده درنه وه خو بيا هم پر غواپسې تر تلو مخكې به يې يو څه وخت په لوبو او تفريح تېراوه، ددې لپاره چې دغه نجلۍ، يودوه كاله مخكې چې دلته نه وه راغلې، پوره آته كاله عمر يې پر يوه ګڼ او صنعتي ښار كې تېر كړى ؤ. ټول نژدې او لرې م لګري يې پوهېدل چې سيلۍ تر هغې چې دغې كرنيزې اوسنۍ سيمې ته نه وه راغلې ځان يې ژوندى نه باله. د ښار له ګڼې ګوڼې او نرم ژوند څخه يې كركه كېده. كله به د يوې ښكلې منظرې د ليدو دومره مينه ورسره وه چې ډېر وخت به د ګاونډي د كور په كوڅه كې درېده او د كور له كړكۍ به يې د ګلونو ننداره كوله.  هغه ورځ چې مېرمن تيلي ښار ته د لور كور ته لاړه د بېرته راتلو په وخت كې يې هوډ درلود د خپلې لور له ماشومانو څخه يو له ځان سره راولي، لور يې ورته ويلي ؤ سيلۍ درسره بوزه ځكه چې دغه بې عقله نجلۍ له خلكو څخه وېرېږي! تل يوازې وي اوله نورو څخه ځان څنګ ته كوي. هغه بوزه چې په كلي كې � �ږ انسان شي.  كله چې يې دوى خپلې كروندې ته ننوتې، خپل زاړه او پخواني كورته ورسېدې، سيلۍ د خپلې نيا خړه پيشكه وليده او كور يې د ښكار له غوښو څخه ډك وليده چې د تېرېدو ځاى وركې نشته بې اختياره يې وويل: دا څومره ښه ځاى دى زه نور له دې ځايه نه ځم.  *** دواړو، د ځنګل نرى، لوړه او ټيټه لاره په آرامۍ وهله،يو به چې ګړندى � �وبل به هم كوښښ كاوه چې ځان ورپسې ورسوي. د اوبو د ويالې تر څنګ، حيوان ودرېد او اوبو پر څښلو يې پيل وكړ. پر دې وخت كې ددې لپاره چې سيلۍ خپلې پښې لږ سړې كړي، په اوبو كې يې كښته كړې او خپله په تيږه كښېناسته. وړې غوماشې يې پر مخ كښېناستې اړ وه خپل كوچنى لاس د هغوى د وركولو لپاره وښوروي. كله چې غوا ورو ورو روانه شوه، سيلۍ هم ورسره روانه شوه په تلو تلو كې يې د ونو په ښاخونو كې د چيغې وهونكو مرغانو زړه وړونكي غږونه اورېدل چې پر پاسنيو ښاخونو كې يې ټوپونه وهل، د دوى زړه وړونكو نغمو يې په روح كې د خوښۍ توپان رامېنځ ته كاوه.  په ټوله لاره كې د مرغانو د م نډو او الوتلو غږونه او سندرې اورېدل كېدې. تردې چې چوپتيا او تيارې ټول ځايونه نيول، داسې څرګندېده چې ددې لوى ځنګل ټول ځناور او الوتونكي بيدار ؤ. البته دوى به دشپې د راتلو له امله يو بل ته شپه په خير ويل او خداى په اماني به يې كوله. په همغه وخت كې چې سيلۍ د دوى له نغمو څخه خوند اخيست. داسې يې انګېرله چې زړه يې غواړي د هغو خپلواكو م� �غانو په ډول وكولاى شي د ونې سرته وخېژي او د ونې پر شنو ښاخونو باندې آرام وكړي. د ځنګل پاى ته رسېدو ته لږه لاره پاتې وه له دې امله خوښه وه چې مخكې تر ډېرې تيارې به خپل ځاى ته ورسېږي. د ونو تيارو سيوريو او دځنګل وا� �خطاكوونكي ځوږ يې چې كوچنى زړه په لړزه راووست. او دا ورته يادېدل چې تېر كال په همغه لومړيو اونيو كې چې كله كلي ته راغلې وه، يوه ورځ يې د ماښام پر وخت د كور لاره وركه كړه هېښ پاتې وه چې څه وكړي يوه بې تربيې هلك ورباندې ملنډې وهلې وې او ډېره يې وېرولې وه. پر همغې وخت كې چې هڅه يې كوله د ځنګل لاره په چټكۍ پاى ته ورسوي، ناڅاپه يې له ډېر نژدې واټن څخه د اسوېلي غږ تر غوږو شو، دغه د اسوېلي غږ د مرغانو په ډول نه ؤ چې نرمي او خوږوالى پكې وي بلكې دغه اسوېلى په پوره ډول د انسان اسوېلي ته ورته ؤ. چې د يرغل او تجاوز بوى ترې څرګندېده.  په څو ځايونو كې يې هوډ ونيو چې غوا خوشې كړي او خپله د ونو او بوټو تر مېنځ ځان پټ كړي، خو ددغه هوډ د عملي كولو لپاره ډېره ناوخته وه. دښمن يې ناڅاپه په مخ كې ښكاره شو، خو د انتظار خلاف يې په خوږه او مهربانه ژبه په خبرو پيل وكړ. په له مينې ډكې م سكا يې نجلۍ ته وويل: سلام كوچنۍ نجلۍ، كولاى شې ماته ووايې چې تر جادې پورې څومره لارده؟ سيلۍ چې لومړى ډېره وېرېدلې وه، لږ بيداره او آرامه شوه جرئت يې پيداكړ ورته ويې ويل: ښاغليه دومره ډېره نه ده! وروسته يې د هغه سترګو ته وكتل، د لوړ قد ځوان ؤ چې يو ټوپك يې په اوږه اړولى ؤ. سيلۍ په چټكو ګامونو پر خپله غوا پسې ځان ورساوه، خو ناپېژندل شوي ځوان ځان ورپسې رساوه او يو ځاى ورسره روان شو ويې ويل: ما دلته ښكار كاوه، پر يوه مرغه پسې ګرځېدم لاره مې وركه كړه. څومره ښه شوه چې ته مې وليدې كه نه ددې ځنګل پر مېنځ كې يوازې پاتې شوى وم... ځوان چې وليدل چې م اشومه نجلۍ يو څه ناآرامه ده او له ده څخه وېرېږي په مينه يې ورته وويل: هېڅ مه وېرېږه. زه له تا سره هېڅ كار نه لرم. ستاسو تر كوره ځم چې لاره پيداكړم. كه مو په كور كې ځاى درلود، شپه ستاسو پركور كې تېروم او سهار بېرته ځنګل ته � �اځم... سيلۍ نوره هم ناآرامه شوه كه دغه ځوان تر كوره ورسره ځي، نيا به يې څه وايي؟ خو ددې ګناه څه ده دغه پېښه ناڅاپه مخې ته ورته راغلې وه هغه پر دې كار كې ګناهګاره نه ده. د مات ښاخ په ډول يې سر د سينې لوري ته كوږ نيولى ؤ او په لاره روانه وه. خو كله چې ناآشا ملګري ترې وپوښتل نوم دې څه دى، په ډېرې ناآرامۍ او زحمت يې ورته وويل: سيلۍ. مېرمن تيلي د كور تر څنګ ولاړه وه اوله لرې يې ددې درې تنو ورنژدې كېدل ليدل.څنګه چې غوا څو قدمه ورته نژدې وه، بوغه يې وكړه. مېرمن تيلي په غوسې سره غوا ته وويل: پخپله ووايه چې په كوم دوزخ كې پټه شوې وې. سيلۍ جانې پوهېږم چې نن يې بيا ډېره ځورولې يې، ډېره به ورپسې ګرځېدلې وې دغه بد شكله چېرته تښتېدلې وه؟ داسې څرګندېده چې د ماشوم پر روح سرپټى اېښودل شوى وي، پوره نه پوهېده چې خبرې وكړي او كه يې كولاى شواى هم ډېره ستړې وه.او ددې انتظار يې هم درلود چې نيا به يې د غوسې تر باران لاندې ونيسي او ورڅخه به وپوښتي چې دغه ځوان څو ك دى؟ او ولې دې پر ځان پسې روان كړى دى؟ ځوان زړې ښځې ته وكتل او سر يې د سلام په ډول وښوراوه. وروسته يې درنه كورتۍ او ټوپك له ځانه لرې كړل او ويې ويل: د مرغانو د ښكار لپاره دې ځنګل ته راغلى وم په ځنكل كې مې لاره وركه كړه. كه دغه ماشومه نجلۍ نه واى شپه به هم په ځنګل كې سرګردانه ګرځېدم. له دې سيمې سره بلد هم نه يم، كولاى شم غوښتنه وكړم كه چېرې د شپې ځاى لرئ ستاسې په كور كې شپه تېره كړم او سهار بېرته د خپل كار په لور ولاړ شم؟ مېرمن تيلي په مينه وويل: ستونزه نشته. ځوان بيا په خبرو راغى: زما لپاره توپير نلري چې د خوب ځاى مې څه ډول وي، زه نه غواړم ستاسو م زاحم شم خو حقيقت دادى چې ډېر وږى يم، كه مو په كور كې كومه مختصره غذا پيداكېږي ...كه شيدې وي يا بل څه... كوربه په موسكا د هغه خبره ونيوه: زمونږ په كور كې خوراك ډېر پيداكېږي. كورته ولاړ شه آرام وكړه تر څو زه چټكه غوا ولوشم او ستاسو سره كښېناستو ته وزګاره شم... مونږ دلته هم د بڼكو توشكې لرو او هم د غنمو د پوستكو نور ستاسې خوښه او كه تر دې هم آرامي غواړى كولاى شى مسافرخانې ته ولاړ شې چې له دې ځايه يو ميل واټن لري خو زمونږ د كور دروازه ستاسې پر مخ پرانيستې ده د ننه لاړ شى او خپله ستړيا لرې كړى... او خوبوړې نجلۍ ته يې مخ واړاوه: سيلۍ، ښاغلى كورته بوزه تر څو زه بېرته راشم. سيلۍ په بېړه ننوته، داسې وه چې له مېلمه سره ښه چلند خوند وركړى ؤ او خوښه وه. نوي راغلي چې هر قدم په كور كې اخيست له پاكۍ او نظم څخه هېښ كېده. ددې لويې دښتې او پراخه ځنګل په څنګ كې ددې ډول كور شتون ډېر عجيبه ؤ، بيا مساپر په ځانګړي ډول د كليوال ژوند له ډول سره پوره بلد نه ؤ، جالبه داوه چې ددې كوچني او وروسته پاتې كور نظم د غرنيو سيمو د خلكو له عبادت ځاى سره ډېر ورته والى درلود. مېلمه يوې خواته كښېناست يو څه يې ستړيا لرې شوه. د كور د څښتن غږ يې اورېده چې غوا لوشي او غږېږي كله هم سندره وايي. د سيلۍ له مينې ډكو كتلو او ددې ډنګر بدن او تښتېدلي رنګ ته يې كتل، كله چې ماښامنۍ تياره شوه او درې واړه ګردي مېز ته كښېناستل، مېلمه وويل: په دې څو اونيو كې مې نن ډېر په زړه پورې خواړه وخوړل. ځكه يې ويل چې د ژوند پاكوالي او ښه نظم نوموړى تر سختې اغېزې لاندې راوستى ؤ. وروسته تر ماښامنۍ درې واړه بهر ووتل د كور پر برنډه كښېناستل تر څو د مياشتې د � �اختلو ننداره وكړي. داسې څرګندېده چې پر دې ټول شته چاپېريال يې د نقرې ګرد شنلى دى. ځوان چې د خيال په عالم كې ډوب ؤ هغې په زړه پورې منظرو ته يې كتل چې زړې ښځې د خبرو دړه پرانيسته، د خپل ژوند كيسې يې كولې او د سيلۍ چې د دوى د عمده محصولاتو توت ټولولو مرغانو ته دانه وركولو او غوا څرولو په برخه كې پوره مرسته كوي كيسې كولې. او زياته يې كړه چې څلور زامن يې په دې وروستيو اوونيو كې د بېلابېلو ناروغيو له امله وفات شوي دي، څرنګه چې پر دې لويه دښته كې يواځې پاتې شوه نو اړ شوه، له خپلې لور څخه چې په ښار كې اوسېږي سيلۍ چې يوه غلې نجلۍ وه راولي. وروسته يې د ښكار م وضوع رامخې ته كړه او په نيولي غږ يې وويل: هغه زوى مې چې كاليفورنيا ته ولاړ او زه يې پرېښودم يو ښه غيشى وي� �تونكى ؤ. زما يو ښه مرستيال ؤ تر هغې پورې چې دلته ؤ زمونږ په كور كې تل زركان او هوسۍ ډېرې وې. پر همدې ډول به مو د موشخرما او ګيدړې له پوستونو څخه ډېره ګټه اخيسته. دلته په دې ژوند كې ستړى شو نو ځكه يې لويديځ ته مخه كړه. ډېر وخت كېږي چې ماته يې ليك هم نه دى رالېږلى اوس نه پوهېږم چې هغه مړ دى كه ژوندى. زه له هغه څخه نور هېڅ هيله نلرم يواځې چې دومره پوهه شم چې هغه مړ دى كه ژوندى نور مې نه دى په كار... څو لحظې په ټولو چوپتيا خوره و. زړې ښځې له سره اسوېلى وكېښ او په خبرو يې پيل وكړ ددې سيمې يوه لوېشت خاوره نشته چې سيلۍ هلته نه وي بلده. دغه غوا زمونږ د ژوند يوازينۍ پانګه ده، خو مونږ ډېر كړوي، دا يې خوښېږي چې سيلۍ وځوروي په غوسه يې كړي. هره ورځ وروسته له څرولو څ خه ځان په كوم كونج كې پټوي سيلۍ بېچاره بايد دغه ټوله سيمه ورپسې وګوري او چيغې پسې وهي. سيلۍ د شاوخوا له ټولو الوتونكو سره ملګرې شوې ده، ډېروته په خپل لاس غذا وركوي. موشخرماوې او زركان يې څنګ ته راځي اولوبې ورسره كوي خو سيلۍ هېڅكله نه ورڅخه وېرېږي. په دې شاوخوا كې څو شين طوطيان دي چې له سيلۍ سره سهارنۍ خوري كه زه يې منع نكړم، دا به خپله ټوله ډوډۍ الوتونكو ته وركړي، البته زما خپله الوتونكي خوښېږي، يواځې كيشكره ده چې زما بد و� �څخه راځي غواړم سيورى يې په غشي وولم. دلته يې سوړ اسوېلى وويست. ... سره ددې چې زوى مې ډان كيشكرې هم � �وزلې او تر ډېره وخته چې هغه تللى هم ؤ دلته به راتلې او خپله بده نغمه به يې راته اوروله... نوي راغلي د هغه كيسې اورېدې او سترګې يې په لوړ آسمان كې ګنډلې وې، فكر وړى ؤ. كله چې غږېدونكې ښځه غلې شوه، سيلۍ ته يې مخ ورواړاوه چې پر دې وخت كې يې په مينه دده په لور كتل ويې ويل: پس سيلۍ ټول مرغان پېژني څومره ښه... اوس كولاى شي له ما سره مرسته وكړي. زما كار د مرغانو ټولول دي. له ماشومتوبه مې له دې كار سره مينه درلوده. داچې دلته راغلم هم علت يې دادى. دوه درې ډوله مرغان ډېر لږ پيداكېږي، خو پر دې سيمه كې پيداكېداى شي او زه پنځه كاله كېږي چې ورپسې ګرځم خو په ښكار كولويې نه بريالى كېږم. مېرمن تيلي په هېښتيا اومينه ورته كتل او پوښتنه يې وكړه: هغه بيا څه كوې؟ په غيشي يې وژنې يا يې هم په قفس كې ساتې؟  مرغان پېژندونكي په غرور وويل: نه هغوى وچوم بيا يې په خېټو كې واښه اچوم. په س� �ګونو ډوله مرغان لرم چې ټول مې يا ژوندي نيولي او يا مې هم په غيشي ويشتلي. تېره شنبې مې ددې ځاى په څو ميلۍ كې ماهي خوړونكى ډينګ وليدچې الوت. پر هغې پسې دې خواته راغلم خو تر اوسه مې پيدانكړ. په دې سيمه كې ډېر بلد نه يم او دا � �ومړى ځل دى چې دې خواته راځم... بيا يې سيلۍ ته سترګې ورواړولې چې د خپلو خبرو اغېزه پر هغه وويني او پوه شي چې دې پر دې سيمه كې دا ډول مرغه ليدلى كه نه، خو سيلۍ پر دې وخت كې پر خپلو خوبوړو سترګو چنګاښ ته كتل چې ورو ورو د دوى پر خوا راتله. مېلمه خپلې خبرې اوږدوې كړې: كه ته ماهى خوړونكى ډينګ ووينې خا مخا يې پېژنې، هغه دوې نرۍ او ډېرې لوړې پښې لرې بڼكې يې سپينې او نرمې دي. له ډېرو خواؤ څخه زاڼې ته ورته دى. خپله ځاله د باز په ډول د لوړو ونو په څوكو كې د لرګو له وړو ټوټو څخه جوړوي تر څو د انسانانو له لاسونوڅخه ساتل شوې وي... د سيلۍ زړه ناببره په � �ړزه شو. هغې دغه ډول سپين مرغه ليدلى ؤ او يو ځل خپله د اوبو د ډنډ په خوا كې ورته پټه وه چې ډينګ نور مرغان څه � �ول ښكار كوي. د دوى له كور څخه ډېر واټن وړاندې د ځنګل لويديځ لوري ته، لويه او پراخه دښته وه چې لمر پرې په زړه وړونكي ډول په ونو، ويالو او چمنونو د طلا ګرد پاشي. ددې دښتې يوه برخه چې د لنډو غرونو اوبه ورته رالوېږي د نى په بوټو پټه شوې وه. زړې ښځې تل سيلۍ وېرولې وه چې ددې ډند څنګ ته ورنشي. نه چې ډېر نرم وي او سيلۍ د اوبو مېنځ ته يوسي. لږ وړاندې د شنو ونو شاته، يو لوى او ناپايه اقيانوس دى او سيلۍ كولاى شول په ګرځېدو سره ددې سيمې د طبيعت او � �ويي ښه ننداره وكړي. ځينې وخت به چې هوا توپاني شوه، سيلۍ كولاى شول د ډنډ په څنګ كې د اقيانوس ځوږ او جوش چې په پوره ځواك سره د څنډو په تيږو لګېده واوري. دښكلې څېرې ځوان، همغه ډول چې په زرغون آسمان كې يې د سپوږمۍد يون ننداره كوله، خپلې خبرې اوږدې كړې: كېداى شي باور ونكړى، خو زما په ژوند كې لويه هيله داده چې يوه ورځ ددې مرغه ځا� �ه پيداكړم. هغه څوك چې ددې مرغه ځاله له لرې هم راوښيي حاضر يم لس ډالره جايزه وركړم. كه ټول عمر ددې مرغه په پيداكولو تېر كړم بيا به هم ستړى نشم. سږ كال پنځم اوړى دى چې زه پردې مرغه پسې ګرځم، د تعجب خبره داده چې يو ځل مې دغه مرغه ستاسو د كور په څو ميله كې ليدلى، خو تر اوسه نه يم توانېدلى هغه پيداكړم. يا به نورو مرغانو دې خواته پسې اخيستى وي او يا به يې هم دلته نژدې چېرې ځاله وي... مېرمن تيلي په پوره پاملرنه او مينه د ځوان خبرو ته غوږ وه، خو سيلۍ همغسې چنګاښ ته كتل چې ځاله يې د كور تر زينو لاندې وه. په پاى كې كله چې د خوب وخت راغلو، ټول خپلو بسترو ته لاړل، خو د ځينو په فكر كې د لسو ډالرو هيلو نڅا كو� �ه.                              & nbsp;                              &nbs; p;       *** سبا سهار، ځوان د ډينګ په نيولو پسې بيا د ځنګل لاره ونيوه، او سيلۍ هم ورپسې � �وانه شوه. اوس پرونۍ وېرې نه وه اخيستې، ځكه چې ځوان ورښوولې وه چې ډېر مينه ناك اومهربانه شخص دى. په لارو يې سيلۍ ته د ډېرو مرغانو د ژوند د دود د ډول كيسې وكړې. او خپل كوچنى چاقو يې د يادګار په توګه ماشومې نجلۍ ته وركړ، او پاك زړې نجلۍ چې چاقو ته ډېره خوښه وه د يوې بې بېلګې پانګې په توګه يې وساته. ټوله ورځ چې دواړو په چمن كې قدم واهه، سيلۍ د نوي ځوان په موجوديت كې هېڅ د ناآرامۍ احساس ونكړ، خو كله چې به ښكاري خپل ټوپك په نښه برابر كړ او ډېر م� �غان به يې پر خپلو وينو ولړل سيلۍ به ناآرامه او خپه كېده او هيله به يې كوله چې كاشكې دغې ښايسته ځوان له ځان سره وژونكې آله نه درلوداى. سره ددې كله چې ورځ پاى په ورسېده سيلۍ داسې انګېرله چې له نوي دوست سره ډېره خوښه ده. دده له خبرو، خندا، كتلو، چلند او هر څه څخه يې خوند اخيست. داسې چې پردې واړه او لږ عمر بدن كې ډېر لوى او د هيلو ډك زړه پروت دى. او له دې لږې او لنډې ملګرۍ او ژوند له امله په ځوږ راغلى ؤ. سيلۍ هم لږ او ډېره پردې حالت پوهېده. پر همغه ډول يې چې د طبيعت له نوې منظرې څخه خوند اخيست، همغه ډول چې د مرغانو له زړه وړونكو نغمو څخه د فكر په ټالو كې ډوبېده، په همدې ډول يې ددغه ځوان له ليدو او چلند څخه زړه په ځوږ كېده او د آرامۍ احساس يې كاوه. زړه يې غوښتل چې ماښام ناوخته راشي، هيله يې درلوده چې هېڅ كله دغه نوى مساپر ورنه لاړ نشي، په ژوند كې يې لومړى ځل د خپلواكۍ، مينې او شخصيت احساس كړى ؤ. ځوان په غټو قدمونو د كور په خوا روان ؤ او سيلۍ منډې ورپسې وهلې. د دښتې په رسېدو سره پاك زړې نجلۍ د غوا په راوستلو پسې لاړه.غوا يې پر همغه نرۍ لاره روانه كړې وه چې هره ورځ به وباندې ت� �ل او خپله هم ورپسې روانه وه. كله چې نري لښتي ته ورسېده همغه ځاى چې تېره ورځ يې اسوېلى اورېدلى ؤ، بې اختياره مسكه شوه او د خوښۍ احساس يې وكړ. نن ورځ د تېرې ورځې پر خلاف نه دا چې له نوي ځوان څخه وېرېده بلكې له هغه څخه خوښه وه. ۲ لږ تر لږه نيم ميل له كوره لرې، د ځنګل په څنګ كې او د يوې پراخه پوښتې په څنډه د صنوبر يوه ډېره زړه ونه وه چې ډېر كاله پخوا يې خپل ښاخونه د آسمان په لور غوړولي ؤ. دلته يواځې دغه د صنوبر ونه وه چې دومره ډېر عمر پاتې شوې وه او ددې لرغونې پوښتې پر سر ليدل كېده. ددې ځاى ټولې ونې جګړه غوښتونكو او ګټه پالو مهاجرو، چې څو كاله وړاندې يې پر دغه سيمه واكمني پيداكړې وه، غوڅې كړې او له منځه يې وړې وې، خو يواځې همدغه ونه له دې تجاوزګرو څ خه پاتې وه، كېداى شي د دوو سيمو يا كليو د بېلوالي لپاره به پاتې شوې وه. ددې ونې په ډول ونې ټولې له مېنځه تللې وې. تر دې چې ځنګلي ونې لكه د بلوط او نورې هم له مېنځه تللې وې او پر ځاى يې نور نوي نالان ايښي ؤ، خو دغه ونه، د پولادو د برج په ډول ثابته پرځاى پاتې وه او حركت يې نه كاوه، يواځې د هغه شنې پاڼې وې چې ډېرې لوړې به د بحر د اوبو شمال ښو� �ولې.  سيلۍ دغه ونه ډېره ښه پېژنده. ډېر ځله ترې لاندې ولاړه وه اوپورته به يې كتل تر څو د ونې بې شمېره او تياره پاڼې چې تل له شمال سر ه لړزېږي ننداره وكړي. پوهېده كه څوك دومره دلاوري ولري چې د ونې د لويې تنې سرته وخېژي او ځان د لوړو څوكو ګڼو پاڼو ته ورسوي كولاى شي په ميلو وړاندې د اقيانوس څپې وويني.  اوس چې نوى مساپر د دغې م� �غه د پيداكولو له امله رنځ ووړ او هرې خواته يې چې فكر كاوه نه يې شواى پيداكولاى، سيلۍ ناڅاپه د هغې زړې ونې په فكر كې شوه. كه چېرې كوم څوك سهار وختي پردې ونه پورته خېژي او ځان لوړو څوكو ته رسوي وبه نشي كولاى چې له څلورو خواوو چاپېر سيمې ته وګوري څو د مرغه ځاله او تګ لورى پيداكړي. څومره پلټونكى روح او څومره ځواكمنه هيله! كه پر دغې عجيبه راز پوهېداى شواى خپل نوي ملګري ته به يې ورښوولى واى نو له خوښۍ به پر جامو كې نه ځايېده. نور به يې كوچنى زړګى له خوښيو ډكېده ځكه چې خپل مېلمه به ترې خوښ ؤ. ټوله شپه پر دې كوچني كور كې پرته وه او له خپل زړه سره بوږنېده.نوى ځوان يوې خواته او زړه ښځه بلې خواته د فكرونو پر عالم كې ډوب ؤ، يوازې سيلۍ وه چې پر خپله بستره ناسته وه او پر خپل هوډ يې فكر كاوه. د اوړي كوچنۍ شپه د ژمي د اوږدې شپې په شان پاى ته نه رسېده كله چې د مرغانو چيغې غلې شوې او د آسمان تياره لږ وركه شوه، له ځايه پورته شوه تر څو مخكې تر رڼا كېدو ځان همغې ونې ته و� �سوي. د شپې تياره تر اوسه پر ځمكه غوړېدلې وه، د دښتې او ځنګله تر څنګه تېرېدل دومره آسانه نه ؤ. يوازې د سپوږ مۍ ملايمه روښنايي وه چې پر ځمكې يې د وريښمينو فرش او نقرې رنګ غوړولى ؤ، له دې امله سيلۍ د سهار پرخوښي بښونكې هوا كې،د آرامۍ او خوښۍ احساس كاوه. د مرغانو ځوږ پرخپلو ځالو كې په حركت راغلى ؤ، ځينو بې صبره او ناكرارو چڼچڼكو خپل چڼچڼ پيل كړى ؤ. نوموړي په پوره مينه او علاقه پر خپلې موخې پسې روانه وه، د شپې له تيارې او د لارې د خرابوا� �ي له امله يې هېڅ وېره نه درلوده. د سيلۍ ټول بدن يوې ډېرې ځواكمنې مينې او سركښه شغلې ډك او ګرم كړى ؤ.  پرته له دې چې پوه شي څه وكړي، دوې لوڅې پښې يې د صنوبر پر بدرنګه ونه كېښودې او د دوو كوچنيو لاسونو په واسطه يې پورته تلل پيل كړل. لاره څو ځله تردې چې فكر كېده ستونزمنه وه. كوچنيو او اغزنو ښاخو د ارې او مېخونو په ډول ددې بدن سو� �اوه او وينې ترې بهېدې، خو هېڅ څيز لكه سړه هوا، د سهار باد، دشبنم څاڅكو، دلارې سختوالي، د بدن سولېدل او نه هم ناڅاپه له پښو درېدل او له حركت پاتې كېدلو ددې د بدن په اور كومه اغېزه نكوله. داسې وه لكه چې ونې د اسمان خېټه څېرلې وي او ښاخونويې پر ورېځو كې خپله لاره ايستلې وي. هر څومره چې پورته تله بيا يې هم څوكې ته نه رسېده. نور يې جرئت نه درلود چې لاندې وګوري.دومره لوړه تللې وه چې پر شنو پټه پوښته داسې ښكارېده لكه شين بخمل دې چې ور اغوستى وي.  كه چا پر دې وخت كې دغې لوړې ونې ته كتلاى. چې دغې وړې ماشومې په ډېره سختى خپله لاره پورته وهله، ديوې وړې ګونډخې په ډول به ورته ښكاره واى چې پر ونه سرېښ ښكاري او پورته په ډېر زور او ستونزو روانه وي. مغروره ونه پرخپل ځاى باندې ولاړه وه هېڅ ټكان يې نه كاوه كله به هم سيلۍ كوم كوچنى ښاخ وموند دآرامۍ لپاره به يې تكيه پ� �ې وكړه، كېداى شي ددې ونې زړه ورباندې سوى وي او پر ټولو مرغانو، الوتونكو، ګونډخو او ټولو هغو چې پر دې ونه يې ځالې درلودې ګرانه وه. لكه ددې د كوچني زړه لړزه چې دوى ټول اوري او ددې ګرېدلو او په وينو ككړو لاسونو ته ګوري، خو بيا هم ونې حركت نه كاوه او ددې ځواكمنو او سركښه هيلو ته يې ځواب نه وايه. له لرې د ختيځ لخوا د سهار سپينوالي څپې وهلې چې هوا ته يې روښنايي وركوله. كه پر دې ملايمه روښنايي كې څوك ترونه لاندې درېدل او پورته يې كتلاى، د سيلۍ څېره به يې د يوه بې رنګه ستوري په ډول ليده چې د صنوبر پر تياره او ګڼو ښاخونو ښكارېده. نور نو و� �وستي پوړ ته لږ واټن پاتې ؤ. خپل وروستى كوښښ يې په كار واچاوه يو ښاخ يې پر خپلو نازكو لاسونو ونيو. وروسته يې په ډېرو ستونزو خپل ځان ورباندې له پاسه كړ او ستړې ستومانه يې ورباندې تكيه وكړه. شاوخوا نړۍ له پاسه څومره لويي درلوده. يوې خواته بې پايه اقيانوس ټوله سيمه نيولې وه او څپې يې د سهار په روښنايۍ كې د ويلو شوو زرو په ډول ځلېدې بلې خواته لوى نيلي رنګه ځنګل پر ټوله سيمه غوړيدلي ؤ او په سريې دوه تېزو الوتونكيو په مغرور ډول نڅا كو� �ه. د ونې له پاسه هر څه كوچني ښكارېدل تر دې چې باز هم چې د آسمان په نيلي رنګه څنډه كې ګرځېد كوچنى ښكارېده.  څومره هيلې يې درلودې چې د الوتونكو په ډول والوزي او د مغرورو بازانو په ډول د اسمان پر سينه وزرونه وغوړوي، د ونو، بحرونو او غرونو له سره تېر شي او د هغو كورونو پر سر چې د كښتونو پر مېنځ كې ځاى ځاى ښكارېږي وا� �وزي . غلې او حيرانه ولاړه وه د شاوخوا خيالي نړۍ ته يې كتل، په دې وخت كې د مرغانو چيغې، ځوږ او نغمې په زړه ښې اورېدل كېدې. لمر پر خپلو زرينو وړانګو ټول ځايونه پوښلي ؤ د خوب او تيارو پرده يې ټوله كړې وه. د شاوخوا چاپې� �يال منظرې دومره روښانه وې چې سيلۍ كولاى شول بادي كښتۍ چې په اوبو كې ګرځي په اسانۍ سره وويني. دې به چې هرې خواته وكتل بيايې هم نشواى كولاى هغه څه وويني چې زړه او هيلو يې د هغه پيداكول غوښتل نو دغه ماهي خوړونكى ډينګ چېرې ؤ او ځاله يې ددې چاپېريال په كومه خوا كې وه؟ زړه يې په سينه كې په سختى ټكان كاوه چې له سيلۍ څخه يې كرار او توان اخيست، آيا ددې دلته راتلل يواځې د خاطرو، ګنګس كېدو او دې لپاره ؤ چې د طبيعت ښايست وويني؟ اوه سيلۍ، هغې خواته وګوره! ولې انتظار كوې؟ هغې خواته چې شنې ولاړې اوبه د وچو ونو او بېكاره بوټو پر مېنځ كې څپې وهي وګوره! هم� �ته دې چې يو ځل ډينګ وليده بيا به يې هم هملته وويني. وګوره! وګوره! داسې وه لكه چې دغه غږ د ملكو له عالم څخه ورته راغلى وي.  سيلۍ هغې خواته كتل چې سپين مرغه يې وليد او د ونو له مېنځ څخه راووت او په ډېر غرور او كبر ددې خواته ورغى. راغلو راغلو چې د سيلۍ څو مترۍ ته راورسېد بيا د صنوبر د ونو پر سر الوت. سيلۍ! سيلۍ! مه ښورېږه! خپ� �ه څېره تښتېدونكي مرغه ته مه ورښيه! نه وينې چې هغه ستا تر څنګ د يوه ځاى آرام كولو خيال لري؟ كوچنۍ نجلۍ! هغې ته وګوره هغه له ځانه مه لرې كوه هغه خوښوي چې هره ورځ له خپلې جوړې سره د صنوبر پر لوړه څوكه څو ساعته كښېني او د � �اوخوا ننداره وكړي. سيلۍ غلې او بې حركته وه تر څو لوړ الوتونكى مرغه په لوړ ښاخ كښېناست. اوس يې ښه كولاى � �واى هغه وويني. لوړې پښې، لوړه غاړه، ګردې سترګې، او سپينې بڼكې يې په خپله دوه مترى كې لېدلې. نور ټوله نړۍ او د وخت تېرېدل ورڅخه هېر ؤ يواځې يې هغې زړه وړونكي مرغه ته كتل. يو وخت بيداره شوه چې د الوتونكو يوه لويه ډله � �ه بوټو څخه له خپل ځوږ او شور سره راپورته شوه او د ونې په لوري راغله د ونې غلى او آرام چاپېريال يې ګډوډ كړ. آ� �ام غوښتونكي مرغه خپل وزر راټول كړل د هسك په لور لرې برخو ته والوت. له هغې خوا څخه بېرته د ګڼو ونو په خوا تلو په خپله ځاله كې يې له خپلو بچو سره آرام كاوه. نور هلته پر لوړو برخو كې د هغه پاتې كېدلو څه ګټه درلوده؟ اوس يې كولاى شول په برياليتوب او خوښۍ سره كورته ستنه شي. لاندې يې هغې لارې ته وكتل چې غوښتل يې ورباندې ښكته شي له وېرې يې خپلې سترګې پټې كړې. تر اوسه د لاسونو، پښو او بدن د زخمونو درد نه ؤ په كرار شوى چې اوس يې بيا � �ه سره په زخمي كېدو پيل وكړ، چاره څه وه؟ په ډېر احتياط يې خپل كوچني لاسونه له ونې څخه تاو كړل او خپل ځان يې پر ونه پورې ټينګ كړ. وروسته ورو ورو، چې ښاخونو يې نازك بدن سولاوه او وينې ترې روانېدې لاندې راغ� �ه. *** سيلۍ! سيلۍ! سيلۍ! دغه نوم ؤ چې نيا يې په پرلپسې ډول د كور پر چاپېريال اوشاوخوا سيمه كې له خپلې ستړې سينې څخه را ايستلى ؤ خو كوم ځواب يې نه ؤ اورېدلى. پر همغه وخت كې چې له بسترې څخه پورته شوه او د سيلۍ تخت يې خالي وليده، تر دې وخته پورې چې د لمر طلايي روښنايئ ټولو ځايونو ته د روښنايئ ځواك وركړى ؤ، په سيلۍ پسې ګرځېدلې وه او هره خوا يې چيغې ورپسې كړې وې. ځوان مېلمه هم سهار وخته راپورته شوى ؤ، كالي يې اغوستي ؤ تر څو د خپلې موخې پر لوري لاړ شي. له لومړى ورځې څخه يې چې نجلۍ د خپل داستان په اړه لېواله ليدلې وه، فكر يې كاوه چې هغه له دې راز څخه خبره ده، او يا هم لږ تر لږه هغې دغه مرغه ليدلى هغه كولاى شي لارښوونه ورته وكړي. له همدې امله كله يې چې سهارنۍ وخوړه، بيا هم پر خپلې موخې پسې نه ؤ تللى تر څو سيلۍ راشي، فكر يې كاوه چې د كوم كار لپاره بهر تللې ده.  په پاى كې د انتظار او وارخطايۍ كړۍ پاى وموند، وركه شوې نجلۍ ښكاره شوه. رنګ يې د معمول په څېر تښتېدلى ؤ، � �اسونه، پښې او بدن يې ټول سولېدلى او ټپي ؤ. ځوان ورمنډه كړه او تر لاس يې ونيوه: سيلۍ چېرته وې؟ ولې دومره زخمي شوې يې؟ نيا يې هم په وارخطايۍ او وېره ورته كتل او پوښتنه يې وكړه: ژبه دې نه درلوده چې يوه كلمه دې ويلې واى چې چېرته ځې؟  سيلۍ ستړې او بې حاله وه. ځكه چې په مينه او خوښۍ يې ډېره لاره وهلې وه. اوهوډ يې درلود كور ته په رسېد� �و سره سم خپل مېلمه ته د مرغه ځاله وښيي، خو غلې وه. هر څومره چې يې له سيلۍ څخه وپوښتل چې چېرې وې؟ هېڅ يې نه وي� �. نه د ځوان مهربانه كتلو او نه هم د نيا غوسې هېڅ يو ونكولاى شول د ا په خبرو راولي. له دې ټولو پرته د لسو � �الرو جايزې خبره هم وه. دغې پيسو ډېر ارزښت درلود دوى كولاى شول پر دې پيسو خپل ژوند برابر كړي. يوه بله غوا او � �ېر چرګان ورباندې واخلي، خو سيلۍ چوپ وه او له خبرو كولو يې شونډې وګنډلې. څه شى ددې د چوپتيا لامل � �؟ هېڅوك پر دغې راز پوه نشول، خو كه چا پر دې وخت كې ددې له مينې ډك زړه ته لاره پيداكولاى شواى او ددې د پاك زړه چيغو ته يې غوږ نيولى شواى. پوهېده چې بل هېڅ شى، پرته له دې مينې، محبت او غمخوارۍ څخه چې د الوتونكو له ژوند سره يې درلود نه ؤ، دې خپل ځان ددې سيمې يو بچى او د ځمكې پر سر يو كمزورى روح لرونكى پېژانده. ځكه چې تر اوسه نهه ك� �نه وه خو د ژوند او ژوندي پاتې كېدو په ارزښت پوهېده. ددې سيمې له ټولو وړو او لويو الوتونكو او حيواناتو سره يې مينه او دوستي وه. تر اوسه يې په غوږونو كې د صنوبر د ونې نغمې او ځوږ انعكاس كاوه او د ماهي خوړونكي ډينګ د مغرو� �و الوتلو منظرې مخامخ ورته ښكارېدې. ايا دا به بې انډولي نه وي چې دغسې يو آزاد مرغه پخپلو وينو كې ولړي تر څو د يوه وينې څښونكي انسان د مرغانو ټولګه پوره شي؟ *** راغلي مېلمه په سبا ورځ هغه سيمه پرېښوده او ولاړ، په داسې حال كې چې تر وروستۍ سلګۍ پورې يې ډاډ درلود چې سيلۍ ددې مرغه له ځالې څخه خبره ده. دده خپه او رنځورې څې� �ې، د ماشومې نجلۍ مهربانه زړه سخت ځوراوه. ځكه چې دې داسې انګېرله چې له دغه نوي ملګري سره مينه لري، بيا يې هم ددې � �از په څرګندولو نه وه خوښه. وروسته تر دې، به ځينې وخت دا د خيال په نړى كې د ډينګ په پيداكولو پسې سرګردانه ګ� �ځېده او ځيني ورځې به يې د كوچنۍ ويالۍ په څنګ كې د هغه د اسويلي غږ اورېده چې دې ته چيغې وهي. هغه وخت او پر هغه دقيقه كې، يې د مرميو غږ په فكر كې راغلو چې د هرې ماشې په نښه كولو سره ډېرى مرغان سرې سينې پر خپلو وينو كې لمبېدل او له � �وړو څوكو څخه به ځمكې ته رالوېدل، آوازونه به يې په ستوني كې وركېدل او كمزوري وزرونه به يې له تنې څخه بېلېد� �. آيا دغه بې آزاره او ښكلي مرغان، له هغه څيروونكي ښكاري څخه وفادار او مهربانه نه دي؟ تاسو اې د طبيعت ښكارندويانو، او تاسو اې خوښ او خوشاله مرغانو،. اې زړه وړونكو پسرليو او خوښوونكو اوړيو، ددې پاك زړې اومهربانه دوست څخه مو ښه ساتنه وكړئ. كه هغې ستاسې لپاره له انساني مينې څخه سترګې پټې كړې او خپل ماشوم زړه يې ټپي كړ او له هغې ډالۍ څخه چې ددې په ژوند كې يې ډېر ارزښت درلود، ستاسو په لپاره تېره شوه، نوتاسې هم د هغې درناوى وكړئ، هغې ته زړه وړونكې سندرې ووايئ اوخپلې آسماني ډالۍ ورته وړاندې كړئ، ځكه چې هغې ستاسو په دوستۍ زړه بايلل� �........  پاى د 1385 لمريز كال د وږي د مياشتې آتمه د ترينكوټ ښار ",ماهي خوړونكى ډينګ White Heron 6135,," ", 6136,ډاکټر ثواب الدین مخکښ," ګرانو د کمپیوټر مینه والو دلته درته داسې یوه نوې چاره درپه ګوته کوم چې څنګه کولای شۍ بغیر له Internet Explorer څخه په یوه بله لاره یوه انټرنیټ پا ڼه او یا ویب پا ڼه راخلاصه کړۍ.ښا غلیو ډیر ځله خو داسې وي چې ځینې خلک Internet Explorer نشي موندلای یا نې یا په Start Menu ،Desktop ،Quick Launch او داسې نورو ځا یونو کې نه وي او یا هم د کوم مسلکې وګړي لخوا نا کارن شوي وي. نو په دغسې حا لاتو کې کولای شۍ دا لاندې چا ره وکاروۍ: ۱- په Start Menu کلیک وکړۍ ۲- اوس په Run کلیک وکړۍ نو لاندې څیره به درته خلاصه شي: ۳-لکه په پورتنۍ څیره کې دOpen مخې تهCALC وټا پۍ او پر Ok کلیک وکړۍ دالاندې څیره به درته وازه شي. ۴- اوس نوپه پورتنۍ څیره کې دHelp له مینو څخه Help Topics غوره او کلیک پر وکړی نو لاندې څیره به درته وازه شي په دغه څیره کې په Title Bar ښی کلیک وکړی اوJump to URL غوره او کلیک پر وکړی لکه په لاندې څیره کې: ۵- اوس به دالاندې څیره درته وازه شي په لاندې څیره کې به په سپین تش ځای کې خپل URL په سمه توګه ولیکۍ. او پرOk باندې کلیک وکړۍ نوستاسو انټرنیټ پا ڼه به وازه شي دیا دونې وړده چې د URL سم لیکل � �یر اړین دي په دې مانا که په پورتنۍ کړکۍ کې تا سو www.benawa.com وټا پۍ نو تا سو به د بینوا انټ� �نیټ پا ڼه وازه نه شي ځکه ددې URL پوره او سم نه دی. په بله لیکنه کې به درسره د انټرنیټ ادرس او URL په هکله وګړیږ م. په سپیڅلې کلیواله مینه   ",بغیر له Internet Explorer نه د انټرنیټ پا ڼې خلاصول 6137,," د ملګرو ملتونو د سازمان سرم نشي کوفي عنان نن وويل، چې عراق د کورنۍ جګړې د مخنيوي لپاره جدي ګامونو ته اړتيا لري. نوموړي زياته کړه په عراق کې د کورنۍ جګړي خطر جدي دى او تقريباً پيل شوى دى. عنان چې په نيويارک کې خبريالانو ته ويناوې کولې وويل، مخكي � �ه دې چي دغه هيواد د كورنۍ جګړې په اور كي وسوځي بايد د ژغورنې لپاره يې بايد بېړني او بنسټيز ګامونه پورته شي. ",په عراق کې کورنۍ جګړه پيل شوې ده 6138,ميرويس جلالژى," د رپوټونو په حواله دا بريد د نوموړي ولايت د ښار او هوايې ډګر تر منځ پر پراته سړك تر سره شوى چې له امله يې د پوليسو په وينا يو تن پوليس او خپله بريد كونكى له منځه تللې دې. ويل كېږي دا بريد له يو موټر بم څخه رامنځته شوى دى. له بلي خوا ډاكټر حنيف چې ځان د طالبانو وياند بولي ادعا كوې چې تېره شپه يې د ميدان وردګو ولايت د سيد آباد په ولسوالي كې يې بهرنيو سرتېرو ته لېږدونكي په خوراكې توكو بار دوه موټر هم سوځولي دې. نوموړي د افغانستان په ختيځ كې د پچې راګام په ولسوالي باند د بريد خبر هم وركړ خو په ختيځ افغانستان كې دولتي چارواكو د بريد ادعا بې بنسټه وبلله.   ",په هرات كې ځانمرګى بريد وشو 6139,," د سوډان ولسمشر عمر بشير د دار فور په سيمه کې د سولې د ټينګښت لپاره د ملګرو ملتونو او افري� �ايي ټولنې د ګډو عملياتو په اړه خپل مخالفت څرګند کړ. البشير وويل چې يوازې د افريقايي ټولنې تر مشرۍ لاندې افري� �ايي ځواکونو ته به په دارفور کې د فعاليت اجازه ورکړې. د سوډان ولسمشر د ملګرو ملتونو د ځواکونو ورتګ د سوډان په کورنيو چارو کې لاس وهنه بللې ده. ",د سوله ساتو ځواکونو په اړه د سوډان د ولسمشر مخالفت 6140,," ", 6141,," د هند امنيتي ځواکونو ويلي چې تېره شپه يې د اس� �امې مليشو مشر په هندي کشمير کې وژلى دى. په هندي کشمير کې د هند د پوځ قوماندان اس. اې .کا سېنګ وويل د پوځ يو س� �تېرى ووژل شو او يو شمېر نور کلک ټپيان شول. هغه وويل چې اشرف په ٢٠٠٠ کال کې د يو شمېر بمي چاودنو په بريدونو هم تورن دى. ",په هندي کشمير کې د مليشو مشر ووژل شو 6142,," ", 6143,," د پاكستان د بلوچستان ايالت د بلوڅ ملتپال ګوند سردار اختر مينګل حب ته نيژدې د ده په خپل استوګنځي كي د پاكستاني حكومت د حكم پر بنسټ نظربند سو، د بلوچستان د پوليسو په وينا دا ګام يې په دغه هيواد كي د امنيت د ټينګښت په خاطر پورته كړى دى. د بلوچستان له صوبې دباندي هم د بلوڅ ملتپال ګوند د غړو د نيونو لړۍ � �وانه ده، چي د ګوند پر مشرانو برسېره يې تر ۷۰ ډېر نور غړي هم نيول سوي دي. دا په داسي  ح ال كي ده  چي د دغو نيونو پر ضد مظاهرې هم رواني دي. سردار اختر م ينګل تېره ورځ د يوې احتجاجي غونډي مشرتوب كړى و او د پاكستان پر اوسني حكومت يې سختي نيوكي كړي وې. د بلوچستان ملتپال ګوندد د نومبر د مياشتي پر ۳۰مه له ګوادر څخه د يوه غټ لاريون د پي� �ېدو اعلان كړى دى چي د ډسمبر پر ۱۱مه به د بلوچستان ايالت مركز كويټي ته ورسېږي او هلته به په يوه غټه غونډه ګ� �ون وكړي. د پي اين پي جنرال سكرټر حبيب جالب ايډوكېټ وويل دغه اوږد لاريون د نواب اكبر بګټي او د هغه د ملګرو د وژل كېدو پرخلاف ترسره كېږي. تېره ورځ سردار اختر مينګل وويل سره له دې چي د دوى د ګوند غړي د حكومت له خوا نيول كېږي خو دغه ۱۱ ورځنى لاريون به خامخا ترسره كېږ ي. سردار مينګل د بي بي سي راډيو له اردو څانګي سره په يوه ټليفوني مركه كي وويل چي تر ګوادر، تربت، پنجګور او خضدار وروسته پوليسو په قلات او سوراب كي هم د دوى د ګوند د غړو پر كورونو چاپې وهلي دي. هغه وويل دوى د ديموكراسۍ له لاري خپل غږ پورته كوي او د حكومت دي لاس آزاد وي چي د لاريون مخنيوى په څه ډول كوي. سردار مينګل وويل دغه لاريون د يوه ګوند په استازيتوب نه دى بلكي دا د حكومت د غلطو پاليسيو خلاف د ولس رايه ده او دغه خلګ به حتماً له خپلو حقونو څخه برخمن كېږي. ",د بلوڅ ملتپال ګوند مشر نظربنده سو 6144,," ", 6145,فضل غنی حقمل,"  فضل غنی حقمل_کابل په دغه غونډه كې د ولسمشر بوش پرگډون د ناټو د ۲۶ هېوادونو مشران د افغانستان اونړۍ نړۍ په یوشمېر مهمو او سیاسي موضوعاتو خبرې کوي. خو ویل کېږي چې د دغو خبرو تر ټولو مهمه برخه به په افغانستان كې د ناټو د ماموريت د دوام او څرنگوالي په اړه وي. دا د امريكا په كانگرس كې د ديموكراتانوله بریالیتوب وروسته له اروپايي متحدينو سره د جمهور رئیس بوش لومړنۍ ليدنه ده. د افغانستان حکومت تمه لري چې د ناټو غړي هیوادونه باید افغانستان له پامه ونه غورځوي اوله دغه هیواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. خو له دې سره_سره په افغانستان کې د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا دغلته د ناټو د پوځونو په رول انتقاد کوي او وایي چې د ناټو ځوکونه باید په دغه هېواد کي له ترهګرۍ سره د مبارزې په لارو چارو له سره غور وکړي. ",ټاکل شوې نن په لیتویا کې د ناټو سرمشریزه غونډه وشي 6146,," د ملګرو ملتونو له مخدره موادو سره د مبارزې ادارې یا UNODC او نړیوال بانک په کابل کې د یوه خبري کنفرانس له لاري په افغانستان کې د مخدره موادو د اقتصاد او په دولت د هغې د اغېزو په اړه یو بشپړ راپور خپور کړ، په دغه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د م خدره موادو له کاروبارڅخه ۲۵ فیصده ګټه چې ۷۶۰ ملیونه ډالره کېږي عادي بزګرانو ته رسېږي او ۷۵ فیصده ګټه چې ۲.۳ ملیارده ډالره کېږي بهرنیو قاچاقبرو ته په لاس ورځي. په افغانستان کې د یو این او ډي سي مشرې ډوریس بډینبرګ خبري کانفرانس ته وویل چې د دغه رپورټ په اووم فصل کې د حکومت ځیني لوړپوړي چارواکي پرته له نوم اخیستلو د مخدره م وادو په قاچاق کې په لاس لرلو تورن شوي او د دغه راز چارواکو له دندونه د نه ګوښه کولو په اړه د افغانستان حکوم ت ګرم بلل شوی دى. دغه خبري کانفرانس ته په افغانستان کې د نړیوال بانک استازي ویلیم برډ وویل چې د مخدره موادو په خلاف د حکومت مبارزې د بل هر چا نه د بزګرانو په ژوند ناوړه اغېزه کړې چې له امله یې د هغوی ژوند زښت زیات د کوکنارو کرکیلي پوري تړلی دی. خو هغه وویل هغوی چې د رشوت لپاره پیسې او یا هم د حکومتی چارواکو سره سیاسي اړیکې لرلي د حکومت د مخدره موادو په خلاف اقداماتو نه بچ پاتې شوي. بل لورته له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت د دغه راپور له ځینو برخو سره موافق دي خو د مخدره موادو په کاروبار کې د حکومت د ځینو چارواکو د لاس لرلو خبره نه مني، د دغه وزارت ویاند زلمی افضلي وایي چې په کار دي نړیواله ټولنه د حکومت د کړنو ستاینه وکړي. ",ملګروملتونو د نشه یي توکو په اړه بشپړ راپور خپور کړ 6147,"خ� �يل الله سروري"," د روان لمريز کال د ليندۍ د مياشتي پر ٧ مه چي د نومبر د مياشتي د ٢٨ نېټې سره سمون خوري، په کندهار کي د پښتو ژبي د پېژندل سوي شاعر او ليکوال دروېش دراني په وياړ مشاعره جوړه سوه .غونډه دماپښين پر ٢ بجې د کندهار په اطلاعات او کلتور رياست کي د ښاغلي حيات الله رفيقي په خبرو پيل سوه، چي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست په استازيتوب يې خپلي خبري وکړې، ورپسې ډاکټر طارق رشاد د ښاغلي دراني د شعر او شاعرۍ په اړه خپله ليکنه  ولوسته. وروسته ښاغلي دروېش دراني کندهار ته د خپل راتګ  په اړه خبري وکړې او ويې ويل چي د ا يې لومړى ځل دى چي افغانستان ته راځي او بيا يې خپلي څو نوي اشعار وويل. وروسته آزاده مشاعره پيل سوه چي په وار سره له کاناډا  هيواد څخه راغلي ځوان شاعر سعيد لودين، عبدالله ستوري، احسان الله درمل، سعيد زابلي، غلام سخي نوريوال، ولسي شاعر اخترمحمد دلستوخته او نورو ځوانو شاعرانو خپل شعرونه واورول. مشاعره د ماځيگر پر ٥ بجې د ماځيګرنۍ په خوړولو سره چي د کندهار د اطلاعات او کلتور رياست له خوا برابره سوې وه پاى ته ورسېده. د دې مشاعرې  عکسونه به څو ساعته وروسته پر ليکه سي ",د دروېش دراني په وياړه مشاعره جوړه سوه 6148, اسدالله زمری," هجر  مې   نېولی    دا  درد من     زړه   د  لمبو  په     سر     ټو ل  عمر  مې  تېر کړ ،ستا  په  مینه  د اغزو   په  سرزه      لکه     مجنون   دې  د  سارا    او  بیابان    کړمهوکاږه       لږ    لاس    کله     د  خپ� �و     لیونو     په   سر  وخاته   د صبر  او  د  زغم   درم ند   ته    اور   د  زړه ښکاری   ئې      لوخړی      د  اسرو   او امیدو   په  سر  حال  او  د  احوال   پوښتنه   څله  څوک   له   ما  کویتیت  چې مې هډونه   دې  د هر  ښار  د کوڅو   په  سرولی   میم ونه     او    رابعه     د    داستانو     شوله ؟څه   نه دي   ګاللي   خوار  عاشق   دمعشوقو    په سر ؟دا  د رسوائۍ   ډنډو� �ه      لا پسې     توده    شولهسر مې  دې  له  شرمه   پروت   م دام    د  زنګنو   په  سرنشی   دلا سا     هغه  چې   څریکې   ئې  وهی  زخم  کیږده   راته   سل    زخمونه     نور    هم   د  زخمو  په   سر ۱/۸/۲۰۰۰ ",څرېکې 6149,,"    دروان عيسوى کال دنومب� �دمياشتي پر٢٦ نيټه په لندن کي دعمل نړيوالي کميټېې فوق العاده  غونډه رابلل شوې وه.غونډه چى سيدجان کا� �واني ئي مشري کوله دده په دعا اووينا پيل شوه . په غونډه کى ګډون کوونکو څرګنده کړه چى دنړى اوهيواد حالات په چټکى سره روان دى اوموږپه بهرکي ميشت افغانان نه يوازي چى دپيښود تړاوسره مينه لرو بلکى دافغانستان دپيښوپه شننه اونظرڅرګندوني کي پرته له دې څخه چى د کوم سياسي ګونداويا سازمان غړي يو  اويا مو په تيره کي کوم سياسي تړاو درلودى ، ګډ ملي،افغاني غبرګون ته جدي اړتياشته.په غونډه کي پرته له دې څخه چي ددې کميټى داړوندچارو په هکله بحث اوپريکړى وشوې، دديورنددتحميلي اوفسخ شوې کرښي ددواړوخواووميشتوقومونوترمنځ دسولي اوامن جرګې په هکله هم خبرې وشوې او داسى وانګيرله شوه چى دداسي مهمي جرګې رابلل او جوړيدل دهيوادپه داسي حساس سياسي پړاو کي  چيرى چى زموږ دټولوافغانانو سرنوشت  ورسره تړلى دى،بايد د پاملرني اوداحتياط نه ډک ګام پورته شي. له دې کبله پريکړه وشوه چي دجرګې کميسيون ته دې  دبريتانيا څخه دعمل دکميټې اوميشتوافغانانو په استازيتوب څو تنه چى دهيواد دسرحدي سيمو،قومي جوړښت اوسياسي انډول استازيتوب کولاى شي په جرګه کي دګډون � �پاره وروپيژندل شي.په غونډه کي ټولوګډون کوونکو په خپل واردداسي نوښت هرکلى وکړاوپه تاکيد سره يي دداسي ګډ بين الافغاني نوښت چى دافغانانونژديوالي، يووالي اواتفاق ته لورى ورکوي، پرعملي اوپرله پسې کار ټينګا� �وکړ. ",په بريتانياکي دعمل نړيوالي کميټې غونډه وکړه 6150,," په هلمند ولايت كي خپلواك خبريالان ستونزو سره مخ دي، ځينې كسان وايي چې په دې ولايت كې خبريالي كول ان له خپل ژوند سره لوبې كو� �و ته ورته كار دى، خپلواك خبريالان وايي چې په لږو امكاناتو خو ډېرو ستونزو كار كوي. ايله په دې وروستيو م ياشتو كې د دغه ولايت ستونزو په نړيوالو رسنيو كې انعكاس وموند. په هلمند ولايت كې لومړنى ازاد خبريال د ازادۍ راډيو و چې د روان ميلادي كال په مارچ مياشت كې يې خپلې چارې پيل كړې، تر هغه وروسته ځينې نور خپلواك خبريالان هم هلمند ته راغلل چې تر دا مهاله پورې په دغه ډګر كې هڅې كوي. خو دوى وايي چې په خپل كاري ډګر كې له ګڼو ستونزو سره م خ دي. د اريانا ټلويزيون خبريال عبدالودود هجران وايي:”كله چې په بازار كې روان يو، بكسونه راسره وي، خلك ګومان كوي كوم ځانمرګى بريد كوونكى به وي، هرڅوك د شك په سترګه موږ ته ګوري“. ځينې شنونكي وايي چې د رښتينې و� �سوالۍ د پراختيا او د وينا د ازادۍ د ودې لپاره خپلواكه خبريالي ستره ونډه اخيستلاى شي- او دا هغه پديدې دي چې په افغانستان كې د خپلې ودې لومړني پړاوونه وهي. د بست خپلواكې خپرونې مرستيال احمدشاه پاڅون وايي چې كه په هلم ند كې د خبريالانو ټولنه جوړه شي دا به د دوى ستونزې تريوه بريده حل كړي. دا هغه ولايت دى چې د انټرنټ اسانتيا په كې نه ده موجوده او نه هم خبريالان ځان په يوه خوندي چاپېريال كې ويني دوى وايي چې د دولت او د دولت د مخالفينو له لوري ورته ځينې ستونزې پېښېږي، د بي بي سي راډيو خبريال عبدالصمد روحاني يې يادونه كوي:”په دې ولايت كې خب� �يالي كول له خپل ژوند سره لوبې كول دي، كله چې خپلواك خبريالان كوم خبر خپروي او د دولت په طبعه برابر نه وي، چارواكي خوا بدوي، كله چې كوم خبر د طالب لوري په خوښه برابر نه وي، دوى په بېلابېلو شمېرو زنګونه وهي او ګواښونه راته كوي“. خپلواك خبريالان د ټولنې رښتينې ستونزې راسپړي او دولتي چارواكو ته يې وړاندې كوي او يا هم په ځينو نورو ډګرونو كې پرتې نيمګړتياوې او ستونزې پلټي له كارپوهانو او خلكو يې د حل لارې غواړي، د هلمند و� �ايت ځينې خبريالان د دولت پاملرنه غواړي. كه څه هم په كابل كې د خبريالانو د ملاتړ او مرستې په موخه څو ټولنې فعالې دي، خو د هلمند ولايت خبريالان وايي چې دوى ته يې هېڅ پام نه دى كړى په لښكرګاه كې د سباوون سيمه ييزې را� �يو خبريال نعمت الله زهير وايي: ”موږ وينو چې په كابل كې د خبريالانو د ملاتړ او مرستې لپاره څو ټولنې فعالې دي، چې ښه معاشونه اخلي، خو دوى د هلمند ولايت خبريالان هېر كړي چې ستونزو ته يې پام نه كوي“. هلمند ولايت چې خلك يې ناامنه سيمه بولي، خبريالانو ته هم خوندي چاپېريال نه ګڼل كېږي، دا ځكه چې دا ولايت په لومړي ځل له دومره شمېر خپلواكو خبريالانو برخمنېږي. يوشمېر نور خپلواك خبريالان هم وايي چې په كابل كې د خبريالانو فعالو ټولنو � �ږ تر لږه له دوى سره يوه اړيكه هم نه ده نيولې. ښاغلى زهير وړانديز كوي چې په كابل كې دې د خبريالانو اتحاديې د هلمند ولايت خبريالان هم له پامه نه غورځوي.خپلواك خبرايالان اړ دي چي د رښتينو حقايقو په خپرولو سره خپله دنده ترسره كړي، چې ښايي ډېر مهال ځينې حقايق د دولتي چارواكو يا هم مخالفو وسلوالو له خوښې سره برابر نه وي. د هلمند ولايت خبريالان د نيوكې په ډول وايي هغه ټولنې چې د خبريالانو د ملاتړ په نامه په كابل كې فعالې دي، يوازې له بهرنيو ټولنو څخه د فنډ او ښو امكاناتو په اډانه كې كار كوي، چې په رښتينې ډول يې د ټولو خبريالانو يا ټولو سيمو غوښتنو ته پام نه دى كړى. ازادي راديو نه په مننه ",د هلمند ولايت خبريالان د مرګ او ژوند پر پوله ژوند كوي 6151,شریف بهاند - جرمني,"  د هغه د پایلو اغېز لیکوال : شریف بهاند - جرمني يادونه : دا� �يکنه په سويډن کي د ځوان نسل او سالمي روزني علمي کنفرانس ته ليکلی سوې وه .      د انسانانو اړیکې، څه په فردی او ملی او څه هم په نړیواله کچه تل د باورونو، ارزښتونو، عادتونو، دودونو او د هغوي د ذهني تصویرونو تر اغیز لاندې دي. دغه ټول، د نورو تر څنگ لکه تاریخ، ژبه او دین په حقیقت کې د تمدن له بنسټیزو عناصرو بلل کیږي. که وغواړو ترلاس لاندې موضوع په ښه او هر اړخیزه توگه روښانه کړو، اړینه بریښي، چې د تمدن تر څنگ د هغه عناصر،  د بیلگې په توگه افسانې (اسطورې Myth )، سمبولونه Symbol ، ټولنیز کړه وړه لکه دود، عرف او تړون (وگوري:, 1985 Max Weber ). هم تعریف شي. خو په دغې لیکنې کې د کنفرانس د موضوع او د وخت د کم والي له امله یوازې د تمدن په تعریف بسنه شوی.      د امریکایي ستراتیژیست، سامویل فلیپ هانتینگتون په اند:"" د بشریت تاریخ د تمدنونو تاریخ دئ. د بشر د پرمختک په اړه د فکرکولو له پاره، د تمدن له اډانې پرته، نشو کولي، � �ه بل شی څخه گټه ترلاسه کړو. د بشریت تیر مهال (سرگذشت) په نسلونو نسلونو د تمدنونو له بهیر (معبر) څخه تیریږي. هغه له لرغونو تمدنونو، سومری او مصری څخه پیل، د لاتینې امریکا، مسیحیت او اسلام له کلاسیکو هغو څخه تیر او په دې بهیر کې یو لړ نورو تمدنونو، د ساری په توگه چینی او هندی هم ورسره مل شوي دي"" (Huntington, 2002, S. 49 Samuel P.).      د تمدن اصطلاح د لومړی ځل له پاره فرانسوي متفکرینو په اتلسمې پیړۍ کې د بربریت د مفهوم په وړاندې رامنځته کړه. د دوي په اند، متمدنې ټولنې هغه وې، چې وکړي یې، کوچیان نه وو، ښاری ژوند یې درلود او د زده کړو خاوندان وو او بدوي ټولنې له دا ډول ځانگړتیاوو څخه بې برخې وي. خو دغه  ډول طرز تفکر بیا د المان د نولسمې پیړۍ متفکرینو نه و منلي او دوي په جدی توگه ""تمدن، چې په کې د مخانیک او تخنیک علم او مادي فکتورونه راتلل، له کلتور څخه، چې په کې ارزښتونه، هیلي او د ټولنې فکری، هنری او اخلاقی ځانگړتیاوې شاملې وې، جلا کاوه""(Samuel P. 2002, S. 51 Huntington,). دغه ډول نظریه تراوسه هم پر الماني اندیشو واکمنه ده. خو هغه له المان څخه پرته، د نړۍ په نورو برخو او هیوادونو کې م� �اتړي نه لري. په همدې اړه فرناند برودل Fernand Braudel وایي: "" دا به یوه تیروتنه وي، که وغواړو لکه د المانانو په څی� �، کلتور د هغه له بنسټ څخه، چې تمدن دئ، جلا کړو""(Samuel P. 2002, S. 51 Huntington,). باید یادونه وشي، که کلتور دئ او که هم تمدن، دواړه د وگړو د یوې ډلې ژونددود ته نغوته ده. لکه څنگه چې برودل وایي: تمدن تر ټولو دمخه"" یوه فضا او یا یو کلتوري چاپیریال دئ؛ [هغه سیمه چې] د کلتوري ځانگړتیاوو او پدیدو یوه ټولکه بلل کیږي""(Samuel P. 2002, S. 51 Huntington,). وا� �رشتاین Wallerstein تمدن "" د نړۍ لید، عادتونو، جوړښتونو او مادی او معنوی کلتور یو ځانگړی پیوستون بولي، چې یوه تاریخی ټولکه جوړوي او له همدا ډول نورو ورته پدیدو سره (خو نه تل په عین وخت کې) ګډ ژوند لري"" (Samuel P. 2002, S. 51 Huntington,). د دورکهایم Durkheim او موس Mauss په اند: تمدن "" یو ډول اخلاقي چاپیریال دئ، چې پر څو ټاکلو ملتونو واکمن او د هر یوه دغه ملت ملی کلتور د هغه ټولیز ( کلّ) یوه ځانگړې بڼه جوړوي"" (Samuel P. 2002, S. 51-52 Huntington,).     د تمدن د پو� �تنیو تعریفونو له ارزونې دا ترلاسه کیږي، چې په ټولو هغو کې ""کلتور"" یوه ګډه موضوع ده او د هغه بنسټیز عناصر لکه څنگه چې یونانیانو هم له هغو څخه یادونه کړې، وېنه، تاریخ، موسسې، دود، ژبه، ژوند دود او ترټولو مهم دین دئ. هانتینگتون په دې اړه لیکي: ""د تمدن د تعریف د عینی عناصرو له ډلی څخه، لکه څنگه چې اتنیانو هم پر هغه تأکید کړی، ترټولو مهم عنصر دین دئ. د بشر د تاریخ ستر تمدنونه هم تر زیاتې اندازې پورې د نړۍ د اصلی دینونو پربنسټ ځانگړي کیږي"" (Samuel P. 2002, S. 52 Huntington,). خو  کریستفر داوسن Christopher Dawson بیا په دې اړه لا له روښانو کلماتو کار اخلی او وایي: ""دین د هر تمدن بنسټیزه ځانگړتیا ده"". ... ""ستر دینونه هغه بنسټونه دي، چې د سترو تمدنونو بنسټ پر هغوي ایښودل شوي دئ"" (Samuel P. 2002, S. 61 Huntington,). په دې توگه گورو، چې دین ان تر قوم نه زیات د خلکو په ځانگړتیا (متمایز) کې � �ول لوبوي. یو کس کیدی شی، د مور له لوری المانی او د پلار له خوا عرب وی او یا کیدی شی، د دوو هیوادونو تابعیت ولری، خو دا ناشونی بریښي، چې یو څوک نیم مسیحی او نیم مسلمان وي او یا دا چې هغه دې نیم یهود وي او نیم کنفوسیوسی.      څانگیز پوهان ټول په یوه خوله د نړۍ د لرغونو او اوسنیو تمدنونو شتوالي تأییدوي. خو د ل� �غونو تمدنونو د شمیر په اړه د دوي د نظرونو تر منځه توپیر ترسترگو کیږي. دساری په توگه کوېیگلی Quigley له شپاړ� �سو تاریخي او اتو فرعي تمدنونوڅخه خبري کوي. توین بی  Toynbee یو ځل له یوویشتو او وروسته بیا له دیرویشتو تاریخی تمدنونو څخه یادونه کوي. شپنگلر Spengler وایي، چې د اصلي تمدنونو شمیر اتو ته رسیږي او مک نیل McNeill بیا د اصلي تم دنونو شمیر نهه یادوي. بگبی Bagby د سترو تمدنونو شمیر یو ځل نهه بولي او بیا وایي: که د جاپان تمدن د چین له هغه او د ارتودوکس تمدن له مسیحی تمدن څخه جلا وبولو، نو د تاریخي تمدنونو شمیر به یوولس وي (وگوري: Samuel P. 2002, S. 57 Huntington,).      د فرناند برودل Fernand Braudel  په اند، په اوسنې نړۍ کې نهه ژوندي تمدنونه لا شتوالي لري. خو بیا � �وستوانې Rostovanyi وایي، چې اوسمهال په نړۍ کې اوه (۷ ) تمدنه شته دي. ملکو  Melko د تمدنونو په اړه د متونونو له څیړنو وروسته، دې پایلې ته رسیږي، چې ""څه نا څه د نظر یووالي شته دئ، چې  له دولسو څخه زیات اصلی تمدنونه شته دي، چې د هغو له ډلې څخه اوه تمدنه (لکه د بین النهرین، مصری، کرتی، کلاسیک، بیزانسی، د لاتینې امریکا او اندی تمدنونه) له منځه تللي او د هغو پنځه (چینی، جاپانی، هندی، اسلامی او لویدیځ) لا ژوندي دي"" (Samuel P. 2002, S. 57 Huntington,). خو ځیني پوهان بیا پر دغو تمدنونو د لاتینې امریکا او په تیره بیا روسی ارتودوکس تمدن هم ورزیاتوي او په دې اند دي، چې ارتودوکس تمدن له خپل مخکنی بیزانسی او لویدیځ تمدنونو څخه جلا تمدن دئ. ځیني نور څانگیز پوهان بیا د نړۍ له اوسنیو شرایطو سره سم پر پورتنیو یاد شوو تمدنونو ښایي افریقایی تمدن هم ور زیات کړی. لنډه دا چې اوسني تم دنونه په لاندې ډول دي:• چینی یا کنفوسیوسی تمدن: د دغه تمدن اصلی مرکز چین دئ. سویلی او شمالی کوریاوې، ویتنام، او تر زیاتې اندازې پورې لاوس او کمبودیا او همدارنگه سنگاپور او هانگ کانگ د دغه تمدن له ډلي څخه بلل کیږي؛ • جاپانی تمدن: دغه تمدن له چینی تمدن څخه جلا بلل کیږي او یوازینی تمدن دئ، چې هم ملت دئ او هم تمدن؛ • هندی تمدن: دغه تمدن په هر بڼه یې، هندی او که یا هندو وي، دوه زریزې مخکې  له میلاد څخه، د یوه تمدن په توگه د هند په وچه کې ډیر ارزښت درلود. ځکه ""هندوییزم له یو دین او ټولنیز نظام څخه لوړ او د هندی تمدن زړی گڼل کیږي"" (Samuel P. 2002, S. 58 Huntington,) او تر اوسه پورې هم د هند په ټولنه کې بنسټیر رول لوبوي او دغه هیواد یې د اصلی مرکز په توگه گڼل کیږي؛ • اسلامی تمدن: ټول څانگیز پوهان اسلام د یوه خپلواک تمدن په توگه مني. دغه تمدن په اومه پیړۍ کې له رامنځته کیدو وروسته په ډیرې چټکتیا سره د افریقا له شمال څخه نیولی، تر منځني اسیا، د هند نیمې وچې بیا تر سویل ختیځي اسیا پورې پراختیا وموند. همدا لامَل دئ، چې په اسلامی تمدن کې څلور بیلا بیلو فرعي کلتو� �ونه، لکه عربی، ترکی، مالایایي او ایرانی تر سترگو کیږي. خو له بده مرغه دغه تمدن د عثمانی امپراتورې په له م نځه تلو سره له اصلی مرکز څخه بې برخې شوی دئ؛ • لویدیځ یا مسیحی تمدن: پوهان د لویدیځ تمدن پیل ۷۰۰ او یا ۸۰۰ میلادی کال بولي او وایي، دغه تمدن دوه اصلی مرکزونه لري، چې یو یې په اروپا او بل یې په شمالی امریکا کې دئ. ځیني څیړونکي بیا په دې اند دي، چې: • ارتودوکس تمدن: د لویدیځ تمدن یوه څانگه ده. خو ځیني نور پوهان بیا وایي، چې ارتودوکس تمدن د روسیې په مرکزیت ځانته تمدن او هغه د بیزانس د تمدن میراث او د جلا دین خاوند دئ د دغه تمدن نور غړي هیوادونه د نورو تر څنگ بلغاریا، صربستان، رومانیا او یونان دي؛ • د لاتینې امریکا تمدن: د � �اتینې امریکا وگړي د خپل تمدني هویت په اړه بیلا بیل نظرونه لري. ځیني په دې اند دي، چې دوي د لویدیځ تمدن یوه ب� �خه دي. خو ځیني نور بیا ادعا کوي، چې ځانته خپل ځانگړی تمدن لري. که څه هم د لاتینې امریکا وگړي څه نا څه ټول د کاتولیک مذهب پیروان دي، خو سره د هغه هم د دوي کلتور د اروپا او شمالی امریکا له کلتور څخه توپیر لري. ځکه د � �اتینې امریکا په کلتور کې لا د هغې د بومی کلتور نښې نښانې تر سترگو کیږي، چې دا ډول نښې نښانې په شمالی امریکا کې له منځه تللي دي او په اروپا کې  هغو اصلاً شتوالي نه درلود. • افریقایی تمدن: پرته له برودل څخه نور تمدن پوهان د افریقایی تمدن د شتوالی په اړه شک لري او هغه د یوه خپلواک تمدن په توگه نه مني. ځکه د دغې وچې  شمالی ب� �خه او ختیځ سواحل  په اسلامی تمدن پورې اړه لري، د هغې ځینو نورو برخو ته اروپایي ګډوالو له ځانه سره لویدیځ تم دن راوړي، د حبشې هیواد ځانته د ځانگړی تمدن خاوند دئ او د سویلي افریقا په هیواد کې لومړی هالندیانو بیا و� �وسته فرانسوي او انگلیسي ګډوالو څو اړخیزه اروپایي کلتور له ځانه سره راوړی دئ. تر ټولو مهمه دا چې د صحرا په سویلي هیوادونو کې اروپایي پانگه وال نظام مسیحی تمدن خپور کړی دئ. د افریقا په وچه کې بیلا بیلې قبیلې د خپل هویت په لرولو سره استوگني او په چټکتیا سره د پراختیا په حال کې دي او دوي له بل هر وخته اوس، یوه افریقایی هویت ته د بڼې ورکولو په هڅه کې دي او دا نا شونی نه بریښي، چې د صحرا سویلي هیوادونه ځانته یو خپلواک کلتور رام نځته کړي، چې ښایي د دغه کلتور مرکزی هیواد د سویلی افریقا هیواد وي (وگوري: Samuel P. 2002, S. 57-62 Huntington,).          له بل هر وخت څخه اوس یا په وینا له سړې جگړې څخه وروسته، تمدنی هویت په زیاتیدونکی توگه ارزښت تر لاسه کړي او ډیر لږ پیښږي، چې سړی وکولی شي، د تمدنونو تر منځه پر ځانگړتیاوو او توپیرونو سترگي پټي کړي. له همدې امله د هغوي حل تر اقتصادي او سیاسي مسألو پیچلي او پر سر یې روغې جوړې ته رسیدل ډیر گران کار بریښي. ځکه له لرغونې زم انې راپدېخوا د تمدنونو تر منځه توپیرونه نه یوازې دا چې واقعی، بلکې بنسټیز دي. که څه هم د هغوي د ځینو، په تیره اسلام او مسیحی تمدن تر منځه بسټیزې ګډې وجهي هم تر سترگو کیږي او هر یو د دوي ادعا کوله، چې نړۍ ته د خدای (ج) د پیغام راوړنکي دي او دنده لري، د پروردگار دغه پیغام د نړۍ هرې برخې ته ورسوي، چې په دې ترڅ کې اسلامي تمدن ته ب� �یاوې ور په برخه او په تیره له مسیحي تمدن څخه یې برترې ترلاسه کړه. برنارد لوویس Bernard Lewis په دې اړه لیکی: ""م� �ایسه قرون وسطای مسیحی و قرون وسطای اسلامی به خوبی نشان میدهد، که جهان اسلام مسیر بهتری را از تمدن باستان تا تمدن جدید عرضه میکند. دنیای اسلام وسیع و ثروتمند بود. منطقۀ وسیعی را با مردمان گوناگون و منابع عظیم زیر پوشش خود داشت. ... در مقابل، اروپای مسیحی از لحاظ منابع فقیر بود، و دیدگاهی محدود و منطقه ای داشت که از بسیاری جهات پایین تر از سطح دستاورد های اسلام بود"" ... اروپا در قرن وسطا دارای وسعتی کم، نگرشی محدود و تحم� �ی ناچیز بود. آنها نه تنها دیگر ادیان بلکه مذهب های دیگر مسیحیت را هم تحمل نمیکردند. ولی اسلام ترکیبی م تنوع و خصلتی کثرت گرا داشت. مسلمانان اختلافات قابل توجه اعتقادی و عملی خود را تحمل میکردند. آنها حتی حاضر بودند جای ویژه ای را در جامعه در اختیار ادیان رسمی قرار دهند"" (Lewis Bernard, 1916, S. 17-18). خو د مسیحی تمدن سیاسي، م� �هبي او د اقتصادي چارو لارښودو د هغه د وروسته پاتیوالي د منځه وړلو له پاره لاس په کار پوري کړ، چې د دغو هاند و هڅو په ترڅ کې مسیحی تمدن وکولی شول، د دولسمې او دیرلسمې پیړۍ ترمنځه خپله وده پیل کړي او د دغې ودې لامَل ته هانتینگتون داسی نغوته کوي او وایي، چې د دغې چټکې ودې"" دغه اسانتیاوې د برترو تمدنونو لکه اسلام او بیزانس له مناسبو عناصرو څخه په خورا مینې او اغیزمنې توگه کار اخیستنه او د دغو میراثونو برابرېدنه (تطابق) د لویدیځ له ځانگړو شرایطو او گټو سره و""(Samuel P. 2002, S. 65 Huntington,) او د اقتصاد او سیاست پوهان دغې چټکې ودې ته د اروپا معجزه وایي (وگوري: Kennedy Paul, 1991, S. 48-68). د پنځلسمې پیړۍ له پیل څخه راپدېخوا د دغې معجزې په ترڅ کې د اسلام او مسیحیت په نړۍ کې ستر هر اړخیز بدلونونه رامنځته شول، چې هغه د مسیحیت د ځواکمن کیدو په گټه و. د لویدیځ دغه ځواکمن کیدل لکه څنگه چې جفری وایي: ""  د هغه د اندیښنو، ارزښتونو او دین ... د برترې له امله نه و، بلکې د لویدیځ د دغه برلاسی لامَل  له سازمان ورکړ شوی زور څخه گټه اخیستنه وه. دا هغه ټکی دئ، چې لویدیځوال یې اکثراً له یاده وړی، خو هغه د نا� �ویدیځو له یاده هیڅکله نه وځي""  (بهاند شریف، ۲۰۰۶ ، مخ، ۳ ). له زور او تودې وسلې څخه په کار اخیستنې سره � �ویدیځوالو وکړي شول، چې نه یوازې مسلمانان له ایبري ټاپو (اسپانیه او پرتگال)، اتریش او روسیې څخه په شأ کړي، بلکې د نړۍ ځینې برخې په مستقیمه او غیر مستقیمه توگه تر خپل کنترول لاندې راوړي. د ساری په توگه لویدیځ په کال � �۸۰۰ کې د نړۍ پنځه دیرش په سلو کې تر خپل کنترول لاندې درلوده. دغه شمېرنه (رقم) په ۱۸۷۸ کال کې ٪ ۶۷  او په ۱۹۱۴ کال کې ٪۸۴ ته ورسیده (وگوري: Samuel P. 2002, S. 66 Huntington,).      په لنډه توگه "" په دې پړاو کې، تمدن یوازې د لویدیځ تمدن په مانا و. ... نړیوال قوانین هم لویدیځ نړیوال قوانین وو، چې ریشه یې د هوگوگروتیوس Hugo Grotius دود ته رسیده. نړیوال نظام، واکمن وستفالی نظام، هم د خپلواکو خو ""متمدنو"" ملی دولتونو او د دوي تر کنترول لاندې مستعمرو، نظام و "" (Samuel P. 2002, S. 68 Huntington,). خو د وستفالن د سولې د تړون peace of Westphalia ۲۴ ، ۱۰ ، ۱۶۴۸( وگوري: Der Brockhaus, Bd. 15, S. 217) له لاسلیک څخه وروسته، سره د هغه هم له یوېخوا د لویدیځ تمدن د غړیو هیوادونو او له بلې خوا د دوي او د نړۍ د نورو هیوادونو ترمنځ سیالې، کړکیچ او ان جگړې پیښې شوي. دغه جگړې په لومړی سر کې د پاچاهانو او بیا د ملتونو تر منځه وې. خو په روسیې کې د سوسیالیستی انقلاب په بری سره بیا دغو جگړو ایدیالوژیکه بڼه غوره کړه. دغه ټولې جگړې تر هرڅه دمخه د اقتصاد او پوځ د پیاوړتیا، د زمکنې پراختیا او د دولت د اغیز د زیاتولو او پر نورو د مستقیمې او غیر مست� �یمې واکمنۍ له پاره تر سره کیدي.      خو په نړۍ کې د هغو په زیاتیدو سره، د بیلگې په توگه لومړې نړیواله جگړه، ان په متحدو ایالتونو کې، چې تر دې وخته یې جگړو کې د نه برخو اخیستو سیاست درلود، د دې غوښتنې پلویان مخ په زیاتیدو وو، چې په اروپایي جگړې کې په برخې اخیستنې سره، باید هغه له منځه یووړل شي، څو د مونرو د دکترین Monroe- Doktrin پر بنسټ لکه د متحدو ایالتونو په څیر "" آزادی د نړۍ نورو برخو ته هم ورسول شي"" او "" نړۍ د ولسواکۍ له پاره م طمینه شي"". نو ځکه د لومړې نړیوالې جگړې په پایته رسیدو سره د ملتونو ټولنې غوښتل نړیواله سوله تضمین کړی. خو د امریکا د متحدو ایالتونو د سنا مجلس په دغې ټولنه کې د هغه غړیتوب رد کړ (وگوري: Blomert, Reinhard, 2006, S. 2). ځکه متحدو ایالتونو د دغې ټولنې په مرسته نشو کولي، خپلې موخو ترلاسه کړې. خو له دوهمې نړیوالې جگړې وروسته د ملگرو ملتونو په بنسټ ایښودلو سره د نوي لیبرال نړیوال نظم رامنځته کول اعلام شو. "" دا چې دا ځل د متحدو ایالتونو شرایطو د � �انون بڼه غوره کړه، نو د دغه هیواد سنا له هغه سره خپله هوکړه اعلام  کړه"" (Blomert, Reinhard, 2006, S. 2) او په دې توگه د اروپایانو او امریکایانو تر منځه د تعادل سستیم له منځه لاړ او متحدو ایالتونو له سیاسي او اقتصادي پلوه برت� �ې ترلاسه کړه. د نړیوال مالي سستیم په برخه کې هم د بریتانویانو وړاندیز رد او د هغه پر ځای "" ډالر د نړیوالې پیسې د زیرمې (ریزرف) په توگه او د هغه د رول له لارې د نړۍ پر اقتصادي بهیر باندې کنترول"" (Engdahl, F. William, 2003, S. 2 او یا بهاند، شریف، ۲۰۰۶ ، مخ، ۱۰). و منل شواو د لویدیځ تمدن د هیوادونو تر منځ، متحدو ایالتونو د لیبرالې ولسواکۍ د نظام د مخکښ هیواد په توگه خپله برترې ثابته کړه.      خو د دریمې نړۍ پر سر د واکمنې له پاره د متحدو ایا� �تونو او شوروی اتحاد، چې د ارتودوکس د تمدن مرکزی هیواد دئ او د سوسیالیستی نظام مخکښ و، تر منځه سیالی پیل � �وه. دغې سیالۍ د سړې جگړې تر نامه لاندې څه نا څه څلویشت کاله دوام وموند. خو دغه ایدیالوژیکه سیالې د تیرې پیړۍ په وروستې لسیزې کې د شوروی اتحاد په ړیگیدو سره پایته ورسیده او دا هیله رامنځته شوه، چې لیبراله ولسواکې د یوه بریالی نظام په توگه او ورسره جوخت لویدیځ تمدن به په ټوله نړۍ واکمن شي. خو زیرک ستراتیژیست، هانتینگتون په نړیوالو چارو کې ستراتیژیکې خلأ ته په پاملرنې سره، خپله نوې ستراتیژې، د کلتورونو تر منځه ټگر، په نامه وړاندې کړه. د نوموړي په اند، د نړۍ د هیوادونو تر منځ مهمې نوې ټلوالې، د سړې جگړې د پړاو په څیر، د ناپییلو هیوادونو غورځنگ، پانگوال او سوسیالیستی نظام نه، بلکې د اوسنې نړۍ د اوو او یا اتو بنسټیزو تمدنونو پر بنسټ رامنځته او ښايي د هر تمدن اصلی او مرکزی هیواد د سړې جگړې د پړاو د ستر ځواک ځای ونیسي. ""نړیوال ځواک"" نور مانا نه لري. هیڅ یو هیواد، ان متحده ایالتونه د یوازیني زبر ځواک په توگه، ځانگړې ستراتیژیکې گټې نه لري. ځکه د نوموړي په وینا: "" په دې نوې نړۍ کې سیمه ییز سیاستونه قومي ماهیت غوره کوي او نړیوال سیاست د تمدنونو سیاست دئ او د سترو ځواکونو تر منځه سیالې خپل ځای د تمدنونو ترمنځه ټگر ته ورپرږدي"" (Samuel P. 2002, S. 24 Huntington,).      له همدې امله د لویدیځ تمدن ستراتیژیستان خپلو حکومتونو ته سپارښتنه کوي، چې لویدیځ باید په نړۍ کې له خپلو ارزښتونو او اوسنی برتر مو� �عیت څخه دفاع وکړي او د دې موخې د ترلاسه کولو له پاره د نورو تمدنونو له خپل منځي شخړو گټه پورته او له هغو هیوادونو او همدارنگه هغو ډلو سره خپله همکاري او ملاتړ پیاوړې کړې، چې د لویدیځ تمدن پلویان بلل کیږي. سربیره پر دې لویدیځ باید په اوږدمودیزه توگه ځان له داسي یوې نړۍ سره مخامخ کیدو او سیالۍ ته چمتو کړي، چې په کې، د � �ویدیځ د اقتصادي او پوځي برلاسي وخت مخ په تیریدو او د ځواک توازن د دوي په زیان او د نورو هغو په گټه بدلون م وندلی دئ. هانتینگتون په دې اړه لیکی:"" اوسمهال لویدیځ د نړۍ تر ټولو ځواکمن تمدن دئ او په راتلونکو کلونو کې به هم خپل  دغه دریځ وساتی. خو په عین حال کې د لویدیځ ځواک، د نورو تمدنونو په پرتله د کمزورتيا او زوال په حال کې دئ""(Samuel P. 2002, S. 28 Huntington,).      نو ځکه لویدیځ په دې هڅه کې دئ، چې له خپل دغه ترلاسه شوی برتر دریځ، ارزښتونو او گټو څخه په هر ډول چې وي، ان له پوځي ځواک څخه په گټې اخیستنې سره، دفاع وکړي او د سیالو هغو په تیره اسلامي ــ کنفوسیوسي تمدنونو اقتصادي، سیاسي او پوځي ځواک محدود کړي. ځکه دغه تمدنونه ""هڅه کوي، خپل پوځي او اقتصادي ځواک ته پراختیا ورکړي، څو د لویدیځ په وړاندې مقاومت وکړي او یا له هغه سره تعادل ته ورسیږي"" (Samuel P. 2002, S. 28 Huntington,).      خو اوسمهال حالت بل ډول دئ، لویدیځ کولي شي دغه هیوادونه د پخوا په څیر د پرمختیایي  او یا هم د دریمې نړۍ د هیوادونو په نامه یاد کړي، خو یوه خبره د لمر د وړانگو په څیر روښانه ده، چې دوي د لویدیځ په وړاندې د ا� �تصادي ځواک په توگه رامنځته شوي دي. ""هغه څه چې له چاپان څخه پیل د هانگ کانگ او سنگاپور د ښاري ــ دولتونو له سره تیر او د اسیا د زمریانو [په نامه] هیوادونو، سویلي کوریا او تایوان ته په رسیدو سره د اسیا له دغې برخې څخه د یوې عالی درجې متمرکزې انرژي په لرلو، یوه اقتصادي سیمه رامنځته کړې ده. دوي ټولو د سوکالۍ لاره غوره کړي، چې ښایي هغه سیاسي، اقتصادي او وروسته بیا هم  د نړۍ پوځي جوړښت ته بدلون ورکړي"" (Steingart, Gabor, 2006, S. 3 ).      د نوم وړو هیوادونو ترڅنگ چین د کنفوسیوسی تمدن د مرکزی هیواد او هند د هندی تمدن د اصلی هیواد په توگه هر یو د اسیا په دغې برخې کې خپل ځانگړی ځای لري. که نوموړي هیوادونه خپلې دغې اقتصادي ودې ته، پرته د کوم خنډ له رامنځته کیدو څخه دوام ورکړي شي،"" نو چین به په راتلونکو ۳۵ کلونو کې د اقتصادي ځواک په توگه د امریکا د متحدو ایالتونو ځای ونیسي او هند به له هغه سره اوږه په اوږه خپل پرمختک ته دوام ورکړي"" (Steingart, Gabor, 2006, S. 3 ). دغه حقیقت د المان د پخوانی لومړی وزیر، هلموت شمیت Helmut Schmidt په خبرو کې لا په ښه توگه روښانه کیږي. نوموړی وایي: "" موږ [د ملتونو] د غیرعادی خوځښت د ناڅاپی پیل اوسمهاله شاهدان یو. له دوهمې نړیوالې جگړې وروسته د نړۍ د ثقل مرکز له اروپا څخه د امریکا په لوري وخوځید، څو له هغه ځایه د اسیا خواته وخوځیږي. په دې توگه د لویدیځ د برترې پېر د پایته رسیدو په ح ال کې دئ"" (Steingart, Gabor, 2006, S. 3 ). د سویلی اسیا او لری ختیځ د هیوادونو دغه اقتصادي ځواکمنتیا د لویدیځ د اقتصادي کم زورتیاپه مانا ده.      د دې تر څنگ، د بنسټپالنې او ترهکرۍ سترو گواښونو ته په پاملرنې سره، لویدیځ سیاستوال، په تیره بیا امریکایان په دې ټینگار کوي، چې د دوي دولتونه باید په خپلو هاند و هڅو کې د لویدیځ د گټو، اصولو او ارزښتونو د ساتنې له پاره د هغو په وړاندې، په کلکه مبارزه وکړي. نو ځکه پورتنیو گواښونو، په تی� �ه د بنسټپالنې گواښ ته په نغوتې سره د بریتانیا لومړي وزیر، تونی بلیر د متحدو ایالتونو د کلیفورنیا د ایالت د لاس انجلس په ښار کې د نړیوالو چارو د شورا یوې جوړې شوې غونډې ته په خپله وینا کې وویل: ""ما نمی توانیم در مبارزه علیه این افراط گرایی پیروز شویم، مگر اینکه در سطح ارزشها نیز همانند کاربرد قدرت موفق شده و نشان داده با� �یم که بیطرفانه، منصفانه و عادلانه این ارزش ها را در تمامی جهان ترویج میکنیم"". ... اقدام در این زمینه مانند جنگ است. اما جنگ غیرمتعارف که کسب پیروزی در آن مستلزم آن است که "" نشان دهیم، ارزش های ما نیرومندتر، بهتر، عادلانه تر و منصفانه تر از گزینه های دیگر است"". ... "" ... مبارزه ای اصولی بر سر ارزش های در جریان است، که باید � �ینده جهان را شکل دهد""( Tony Blair, 2006, S. 1-2 ).       د پورتنیو گرښو له ارزونې دا پایله ترلاسه کیږي، چې لویدیځ په دې هڅه کې دئ، له خپل دغه برلاسه دریځ څخه د هرې وسیلې په کارونې سره ساتنه وکړي او نالویدیځ، په تیره ځیني اسلامي هیوادونه، چې په اصطلاح له ترهگرۍ څخه ملاتړ کوي، د گواښ په کولو سره دې ته اړ کړي، چې نه یوازې د دوي سیاسي، ا� �تصادي اصول، بلکې کلتوري ارزښتونه هم ومني. که نه نو له هغو سره به ټگر رامنځته شي. په دې اړه د بریتانیا لومړی وزیر، تونی بلیر ایران او سوریې ته په خپله یوې وینا کې داسي گواښ کوي او وایي: "" سوریې او ایران ته باید په ښکا� �ه توگه روښانه کړو، چې ستاسو په وړاندې یوه ټاکنه شته ده: نړیوالې ټولنې سره یو ځای شي او د لوبې هماغه قاعده وم ني، چې موږ ټولو منلې ده او یا به له تاسو سره ټگر وشي""( Tony Blair, 2006, S. 1-2).      خو لکه څنگه چې په مخکنیو گرښو کې یادونه وشوه، اوسمهال هر څه د بدلون په حال کې دي. یو شمیر نالویدیځو هیوادونو، په تیره د لري ختیځ هیوادونو د پام وړ اقتصادي پرمختیاوي ترلاسه کړي او هغه سره جوخت سیاسي او کلتوري دریځ یې هم پیاوړي شوی دئ او له لویدیځ سره د سیالۍ په حال کې دي. په اسلامي نړۍ کې هم د اسلامي هویت حس او په تیره ځان خبري (خوداگاهی) د غوړیدو په حال کې ده. اسلامي هیوادونه د داسي یوې لارې په لټه کې دي، چې د هغې په مرسته وکړي شي له لویدیځ سره پوځي تعادل رامنځته کړي. خو د دوي تر منځه د وحدت او د اسلامي تمدن د مرکزی دولت نشتوالي په دې لاره کې سترې ستونزې گڼل کیږي. ځکه د عثمانی امپراطورۍ په له منځه تلو سره اسلامي نړۍ له داسی مرکزی هیواد څخه، چې پیاوړی اقتصادي ځواک د بنسټ په توگه، د غښتلي او له اوسنیو شرایطو سره سم په مدرنو وسلو سمبال پوځ ولري، له سیاسي، کلتوري او دیني مشروعیت څ خه برخمن او د اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو له خوا د اسلامي نړۍ د لارښود په توگه منل شوي وي، بې برخې ده. د هانتینگتون په اند، په بیلا بیلو وختونو کې د اسلامي تمدن د غړیو هیوادونو له ډلې څخه د شپږو هغوي نوم د بال� �وه لارښود په توگه اخیستل شوي. خو د هغوي هر یو د ځینو شرایطو او ستونزو د لرلو له گبله نه شي کولي، د اسلامي نړۍ د اصلی هیواد په توگه رول ولوبوي. دغه هیوادونه په لاندې ډول دي:• اندونیزیا: د اسلامي نړۍ ستر هیواد دئ، له اقتصادي پلوه پیاوړی او وده یې چټکه ده. خو له عربی مرکزیت څخه لري پروت او اوسیدونکي یې د اسلام له تم دنه پرته د بومی، هندی، چینی او مسیحی کلتورونو تر اغیز لاندې هم دئ؛ • مصر: عربی هیواد، د زیاتو وگړو، اس� �امي روزنیزې موسسې، د ساری په توگه د الازهر د پوهنتون خاوند دئ او مهم جغرافیایي پریوت هم لری. خو بیا بیوز� �ه، په نړیوالو موسساتو، متحدو ایالتونو او د اسلامي نړۍ په بډایو هیوادونو پورې تړلی دئ؛ • ایران: د وسعت، پریوت، وگړو، تاریخي دودنو او تجربو، منځنې اقتصادي ودې او د تیلو د زیرمو له پلوه دا شرایط لري، چې د اسلامي نړۍ په اصلی هیواد واوړي. خو بیا د شیعه مذهب، فارسی ژبې او له عربو او ترکانو سره د دوي د تاریخي کړکیچونو له امله دغه دریځ نه شي ترلاسه کولي؛ • سعودی عربستان: د اسلام د رامنځته کیدو او د هغه د سپیڅلو زیارتونو ځای، عربی هیواد او عربی ژبه، د اسلام د ارمانونو ملاتړ، ترټولو مهم د تیلو د زیرمو د لرلو له امله د مالی اغیز خاوند. خو کم وگړی لری، جغرافیایی پریوت یې له گواښ سره مخامخ دئ، له همدې امله په لویدیځ په تیره په متحدو ایا� �تونو پورې تړلی دئ؛ • پاکستان: د دغه هیواد ښیگنې د هغه جغرافیایی پریوت، زیات وگړي، پوځي ځواکمنتیا او له اسلامي هیوادونو سره ښه همکاری ده. خو بیوزله، له مذهبي کړکیچونو او سیاسي بې ثباتی سره لاس او گریوان دئ؛ • ترکیه: د اسلام د لارښوونې له پاره غوره شرایط د بیلگې په توگه، منځنې اقتصادي وده، تاریخی تجربه، زیات وگړي، ملی یووالی او پوځي ځواک لري. خو تر ټولو مهمه ستونزه یې سکولاریزم، پر دین نه ولاړه اداره، دئ، چې ترکیه له دغه دریځ څخه بې برخې کوي (وگوري: Samuel P. 2002, S. 282-288 Huntington,).        له همدې امله د اسلامي نړۍ د مرکزی هیواد د رول د ترلاسه کولو له پاره  د پورتنیو یاد شوو هیوادونو تر منځه سیالی روانه ده. لویدیځ هم د خپلو سیاسي، ا� �تصادي او کلتوري گټو د ترلاسه کولو په موخه، له یوېخوا د اسلامي هیوادونو تر منځه دغې سیالۍ ته لمن وهي او له بلې خوا هاند و هڅه کوي، چې د اسلامي نړۍ او نورو تمدنونو، په تیره د کنفوسیوسی تمدن ترمنځه کړکیچ رامنځته کړي. پایله:      له پورتنې ارزونې دا پایله ترلاسه کیږي، چې تمدن په تیرې زمانې کې د انسانانو پر فردی، ملی او نړیوالو اړیکو ژور اغیز درلود او اوسمهال، په تیره د دریمې زریزې په پیلامه کې لا نور هم زیات شوی دئ. انسانان د تمدن د رامنځته کونکو په توگه نشي کولي د هغه له عناصرو څخه ځانونه وژوغوري. په هر تمدن پورې تړلي انسانان د فرد او ډلې، دولت او وگړو، مور و پلار او ماشوم، خدای او انسان تر منځه د اړیکو په اړه، بیلا بیل نظر لید لری. همدارنگه د بیلا بیلو تمدنونو د انسانانو نظر لید د حقوقو او مسؤلیتونو، آزادۍ، واک او برابرۍ د اهمیت په اړه هم یو له بله څخه توپیر کوي. دا ډول توپیرونه د پیړو په ترڅ کې رامنځته او د تمدنونو د غړو ټولنو د اقتصادي او سیاسي پرمختیاوو په لړ کې لا نور هم زیات شوي دي. ځکه د ځینو تمدنونو غړو هیوادونو، په تیره د اسلام او مسیحی تمدنونو د تاریخ په لړ کې د برترې د ترلاسه کولو له پاره، د نورو تر څنگ سیالې او جگړې هم ترسره کړي دي. جان اسپوزیتو John Esposito د دغو دوو تمدنونو د کړکیچونو، شخړو، سیالیو او جگړو په اړه وایي: "" تاریخی دینامیک اکثراُ دغه دوه تمدنونه یو د بل په وړاندې سیالی ته رابللي او کله داسی هم پیښ شوي، چې دغو دواړو تمدنونو د ځواک، زمکنۍ پراختیا او معنوی اغیز له پاره یو له بل سره په خونړو جگړو لاس پورې کړی "" (Samuel P. 2002, S. 335 Huntington,). په تیره دا ډول جگړو زموږ د هیواد پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو جوړښتونو زیات اغیز کړی. ځکه یا افغانستان په خپله په دغو جگړو کې ښیکل و او یا دا چې، د خپل ستراتیژیک پریوت له امله، دې ته اړ شوی، چې د تړلو دروازو سیاست د عمل په ډگر کې پلی کړی. دا ډول حالاتو د هیواد اقتصادي او ترټولو دمخه ښوونه او روزنه له خنډونو سره مخامخ کړې وه او لا ده. ځکه افغانی دولت د نورو ملتونو په پرتله په دې برخه کې ډیر وروسته کام پورته کړ (وگوري: بهاند، شریف، ۱۳۷۸ ، مخ، ۲۱۳ـ ۲۴۶ ). له همدې امله په هیواد کې د ښوونې او روزنې د څانگې جوړښتونه، لکه وړکتونونه، ښوونځي، پوهنتونونه یا اصلاً نشته او که وي هم، له زیاتو نیمگړتیاوو سره لاس او گریوان دي. نوځکه د هیواد د ولس کابو ۹۰٪ کې له لیکلو او لوستلو بې برخې دي. د دې تر څنگ ټولنیزې رسني، د بیلگې په توگه رادیو، تلویزیون، ورځپاني، مجلي او کتابونه د � �وزنیزو وسایلو په توگه د هیواد په ډیرو برخو نشته. نوځکه، زما په اند د هیواد د بچیانو روزنه تر زیاتې اندازې پورې د کورنیو په کچه او د دوي ښوونه د کلیو او بانډو د جوماتونو د ملا له خوا تر سره کیږي. اخځای:۱ــ شریف بهاند: نړیوال کیدلGlobalization د یوویشتمې پیړۍ ستراتېژې، ۲۰۰۶ په:- http://www. Afghan-german.online de۲ــ ش� �یف بهاند: دریمه زرېزه: د امریکا متحده ایالتونه، ناتو او نړیوال نظم، یوه حیوپولتیکې څیړنه، ۲۰۰۶۳ــ شریف بهاند: په شلمه بیړۍ کې د هیواد اقتصادي سیاست ته یوه کتنه او د یوویشتمې پیړۍ په پیلامه کې د هیواد بیارغاونې او اقتصادي پرمختیا له پاره د یوې ستراتیژۍ وړاندیز، په: افغانستان په شلمه بیړۍ کې، د پوهنیز سیمینار د لیکنو ټو� �که، ۱۳۷۸ ، کولن ـ جرمنی4- Encyclopedia: Der Brockhaus, In Fünfzehn Bänden, Bd. 15, Leipzig, 1998  5- Engdahl, F., William: Ein neues „American Century“? Der Irak und die heimlichen Euro-Dollar-Krieg, 20036- Gabor, Steingart: Weltkrieg um Wohlstand, in: Der Spiegel, Heft 37, 11 Sept. 2006 oder:http://www.Lexisnex.com/de/business/delivery/PrintDoc.do?fileSize=100905&jobHandle;=184� ��د سوکالۍ له پاره نړیواله جگړه: دغه مضمون د شریف بهاند له خوا پښتو ته ژباړل شوی، چې ډیر ژر خپورشي.7- Huntington, Samuel P. : Kampf der Kulturen, Die Neugestaltung der Weltpolitik im 21. Jahrhundert, München, 20028- Lewis Bernard: Cultures in conflict, christians, muslims and jews in the age of discovery, 1916  ژ باړونکی: نادر شیخ زادگان، تهران، ۱۳۸۱9- Paul Kennedy: Aufstieg und Fall der Großen Mächte, Ökonomischer Wandel und militärischer Konflikt von 1500 bis 2000, Frankfurter am Main, 199110- Reinhard Blomert: Die Schüler des Doktor Seltsam, oder Wie George W. Bush lernte, die Bombe zu lieben, in: Berliner Zeitung: Nr. 217, 16/17 September 2006, Magazin11- Tony, Blair: in:http.//www.bbc.co.uk/Persian/news/story/2006/08/printable/060802_he-blair-iran-shtml (په فارسی ژبه)12- Weber Max: Wirtschaft und Gesellschaft, Tübingen, 1985 يوازي دبېنواويبپاڼي دماخذپه يادولو سره کاپي کېدای سي . ",پر اقتصاد، سیاست، ښوونې او روزنې کلتوري ټکر او 6152,ډاکټر ثواب الدین مخکښ,"                              & nbsp;                         په نړی کۍ د � �یرو مینه والو درلودونکې تلویزوني ننداره(کون بنے گا کروڑ پتی) چې د Who wants to be millioner د تلویزیونې نندارې په څیر جوړه شوېهندې ت� �ویزیوني ننداره ده چې تر ډیر وخت راپدیخو اد بالي ووډ د شهنشاه امیتا ب بچن له خوا چلیده. مګر اوس حا لات داسې ښکاري چې ددغې نندارې کوربه به د با لي ووډ شهنشاه نه ، بلکه دبا� �ي ووډ کنګ خان (شا هرخ خان) وي. د سٹار گروپ سي آيی او سمیر نائر بي بي سي ته په ټیلفوني خبرو کې ویلې دي چې کون بنے گا کروڑ پتی یعنې کې بي سي به اوس شا ه� �خ خان وړاندې کوي. سمیر نائر هیله کړې چې شا هرخ خان به دغه پروګرام په یوه نوې بڼه وړاندې کړي نوموړي داهم وویل چې شاهرخ خان یو وتلی فیلمي لوبغاړی دی او نومړی به وکولای شي ددغې نندارې په وخت کې خپل هنرې جا دو مینه والو ته وښایی. مګر ددې سره په څنګ کې د شاهرخ خان ژبا ړونکې ویلې دې چې شاهرخ خان دغه ننداره مینه والو ته وړاندې کوي او دا دده لپاره لویه دنده ده. نوموړي وویل چې د راتلونکې میا شتې په پای کې به ددغې نندارې شوټنګ پیل شي او دراتلونکې کال د جنورۍ د میا شتې د وروستۍ اوونۍ څخه به ددې نندارې خپریدل پیل � �ي. دغې نندارې په هندوستان کې ډیر مینه وال پیدا کړي او په تیرو دوو کلونو کې ددغې نندارې دوه لړۍ(Series) خپرې � �وي دي. ",د شهنشاه پر ځای کنګ خان 6153,,"   بېنوا ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې تېره ورځ نومبر پر ٢٨مه غرمه د لوگر ولایت په مرکز پل علم کې د ایساف یو موټر چې په گزمه تللی وپه چاودیدونکي توکو وخوت چې د چاودنې له امله دوه د ایساف سرتیري وژل شوي، يو سرتېرى او ژباړن ټپيان شوي دي. دوی وایي د ناټو د اصولو سره سم د وژل شویو سرتېرو هویت نه په ډاگه کېږي. ",د ایساف دوه سرتېري په لوگر کې وژل شوي دي 6154,," په عراق کې د امريکايې پوځ د وياند په وينا په رمادې ښار کې د جنگياليو او امريکايې سرتېرو په منځ کې د نښتې له امله دغه ماشومانې وژل شوي دي. نوموړي زياته کړه نښته هغه مهال رامنځته شوه چې پر دوى له يوه کور څخه د لاسې بم بريد وشو. د نښتې وروسته د کور د پلټنې په وخت کې دوى ته د پنځو ماشومانو مړې چې عمرونه يې له ٦ مياشتو څخه تر اتو کلونو پوري و تر لاسه کړه. په راپور کې راغلې چې د جنگياليو يو تن د ټپي کېدو په حالت کې امريکايانو له ځانه سره وړى دى. رمادې د بغداد په سويل کې پروت دى او د سخت دريځو عربانو مرکز بلل کېږي. ", په عراق کې پنځه ماشومانې ووژل شوې 6155,," نوموړي په انقره کې د يوې وينا په مهال وويل چې د عيسايانو او مسلمانانو تر منځ د اختلاف په منځه وړلو کې بايد دواړه خواوې په خپلو کې خبرو ته کېني. پاپ وويل چې د دواړو ډلو نسب يو حضرت ابراهيم (ع) ته رسېږي. نوموړى دا څرگندونې په داسې حال کې کوي چې په تېر سپتمبر کې يې اس� �ام دين له تاوتريخوالې سره يو ځاى بللى و او دغه وينا يې د ټولې نړۍ د مسلمانانو د غوسې لامل شوې وه. ",پاپ پرون ماځيگر ترکيې ته ورسېد 6156,"� �اکټر ثواب الدین مخکښ","                          په کال ۱۹۹۳ کې د هندوستان په بمبئ ښا رکې د بمې چاودنو د قضیې په هکله  جاج اخستونکې او څارونکې مح کمې د با لې ووډ د نړی فلمي لوبغا ړی سنجي دت د ویرې اچونې(Terror) له تور څخه خلاص وباله او وه یې ویل چې سنجې دت یو ویره اچونکی نه دی. مګر محکمې نوموړی د نا قا نونه وسلو په سا تلومجرم ګڼلی.چې ددې کار سزا له دریو نه تر پنځو کا لو پورې بند اټکل شوی او یا هم کیدای شي د پیسو جریمه پرې ولګیږي. مګر قا ضې وویل : عدالت دا مني چې سنجې دت یو ډار اچونکی نه دی. د مجرم ګڼلو نه وروسته محکمې د سنجې دت له غوښتنې سره سم دراتلونکې میا شتې تر۱۹ تاریخ پورې هغه ته وخت ورکړو په دې مانا چې هغه به ۱۸ ددسمبر پورې نه نیول کیږي او په ۱۹ددسمبر به هغه خپله ځان چا � �واکیو ته تسلیموي. په خپل غوښتنلیک کې سنجي دت د خپلې اولاد د زده کړو یادونه کړې اوویلې یې دي چې هغه په امریکه کې میشته ده او هغې ته د زده کړو د اسا نیو په براورلو کې دده لپاره د وخت اړتیا ده او همدا� �از په غوښتنلیک کې نوموړي له خپلو فلمونو څخه هم یا دونه کړې او ویلې یی دې چې دده ددغه فلمونو شوتنګ روان دې او ددې لپاره هم نوموړی وخت ته اړتیا لري.محکمې دهمدغو دوو لاملونو پر بنسټ هغه ته یو څه وخت و� �کړی. په سنجې باندې د ددریوRifle 56 ټوپکو، نهوMM Pistol یا نې تو پا نچو او لاسي بمونو د سا تلو او خوندې کولو جرم ثا بت � �وی. مګر سنجې ویلې چې ما دغه توکي د خپل ځان د خوندې سا تلو لپا ره له ځا ن سره سا تلي وه. په سپیڅلې کلیواله م ینه     ",سنجې دت مجرم وګڼل شو 6157,," د نيويارک ټايمز ورځ پاڼې په خپل يوه رپوټ کې چې تېره ورځ خپور شو ويلي چې په مقتدى صدر پورې تړلي د مهدي شيعه ډلي ته د لبنان د حزب الله په وسيله زدکړه ورکړل کېږي. د غه رپوټ د امريکا د سي آى اې د يوه چارواکي له قوله ويلي چې د سپاه مهدي تر دوه زره غړو او د عراق ځينې نو� �و ډلو ته په لبنان کې د حزب الله له خوا زدکړې ورکول کېږي. دغه چارواکي ويلي چې د حزب الله او عراقي اورپکو تر منځ اړيکې ايران برابرې کړې دي. ايران ، حزب الله او سپاه مهدي  تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دى ښودلى. ",حزب الله عراقي اورپکو ته زدکړه ورکوي 6158,میرویس جلالزی," ډاكټر محمدحنيف چې ځان د طالبانو وياند بولي وايې پرون شپه د دوى چريكانو د لوګر په پل علم ولسوالي كې د نړيوالو سوله ساتو ځواكونو په يو كاروان ريموټ كنټ� �ول بريد كړى چې له امله يې څلور بهرني سرتېري وژل شوي دي. همدا رنګه د قاري يوسف په نامه د طالبانو يو بل وياند بيا وايې چې دوى د غزني د جنډې په ولسوالي كي هم په بهرنيو سرتېرو بريد كړى او له امله يې ګڼ سرتېري وژل شوي دي. خو د طالبانو د دې ادعاوو سپيناوي تر اوسه كومي افغاني سرچيني او يا هم د ناټو ځواكونو نه دى كړى. ",طالبانو په غزني او لوګر كې بريدونه كړي 6159,ميرويس جلالزٰى," د ليتويا په پلازمېنه ريګا كې د ناټو غړو هيوادو مشرانو د سې شنبې په ورځ په خپلو خبرو اترو كې وويل چې په افغانستان كې به د دې تړون غړي هيوادونه خپلو ا� �تصادي او د بياودانولو مرستو ته زور وركړي او د دوى دا كار به په افغانستان كې د ثبات په راوستلو كې مهم رول و� �ري. په دي غونډه كې د افغانستان له اړخه د كورني امنيت سلاكار زلمى رسول هم ګډون لري . ښاغلي رسول وويل : چې كه چيرته كوكنار په افغانستان كې له منځه ولاړ نشې نو دا كوكنار به سره له دې چې افغانستان ته ګواښ وي سربېره پر دې به ټولي نړۍ ته هم ګواښونه وزېږوي. د ريګا په غونډه كې د آلمان او هسپانيې استازو وويل چې دوى نور نه غواړي افغانستان ته نور سرتېري ولېږي خو يوازي دومره كولاى شې چې په اضطراري حالاتو كې خپل سرتېري د افغانستان له شما� �ي سيمو سويلي ناكراره ولايتونو ته واستوي. نن چهارشنبه هم د ناټو د سرمشريزه غونډه روانه ده.   ",ناټو: هرو مرو به په افغانستان كې بريالي شو 6160,,"   بېنوا ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې تېره ورځ ایساف د کندهار په پنجوایي کې یو ملکي وگړی هغه مهال وواژه کله چې د دغو ځواکونو سرتېرو د نوموړي وژل شوي ملکي وگړي موټر ته د درېدو وویل او اشاره یې ور ته وکړه خبرپاڼه کې لیکل شوي چې بیا دوی پرې ډزې وکړې لومړی یې ټپي کړ له ټپ وروسته په روغتون کې ومړ. دوی وایي له دې کاره پښېمان دي او په اړه یې پلټنې کوي. ",ایساف په پنجوایي کې یو ملکي وگړی وژلی 6161,," ", 6162,," ", 6163,," ", 6164,," د عراق د پلازمېنې بغداد په مرکز کې نن د بسونو په يوه له ګڼې ګوڼې ډک تم ځاى کې د پوليسو کاروان ته نږدې د سړک پر غاړه د يوه ځاى پر ځاى شوي بم د چاودنې له امله دوه پوليس مړه او د ٢ پوليسو په ګډون ٧ تنه نور ټپيان شول. پوليسو وويل چې چاودنه د النهدا د بسو په تم ځاى کې رامنځته شوه.    ",په عراق کې د چاودنې له امله ٢ تنه ووژل شول. 6165,," عراق له اېران څخه غوښتي چې خپلې مرستې مخامخ د دولت په واک کې ورکړي او د امنيت شورا د خپلو ځواکونو ماموريت په عراق کې وځنډوي. د عراق د بهرنيو چارو وزير هوشيار زيباري ايران ته د عراق د و� �سمشر جلال طلباني د سفر په اړه وويل طلباني له اېران څخه غوښتي څو د شيعه ګانو څخه د ملاتړ پر ځاى ټولې مرستې ګډ دولت او خلکو ته ورکړي. د امنيت شورا ټول غړي د کال تر پايه د به� �نيو ځواکونو د پاتې کېدو لپاره د عراق د دولت غوښتنو ته مثبتې رايي ورکړې.    ",عراق له ايران څخه د مخامخ مرستو غوښتنه وکړه 6166,میرویس جلالزی,"   مېرمن جنيفر بيري د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغه د شمالي كارولينا يوه روغتون ته ولېږدول شوه چي د نس له رنځ څخه يې خپل پلار ته سر وټكاوه. د امريكا د ۲۰۰۶ كال د ښايست ملكه مېرمن بيري چې ۲۲ كاله عمر لري د روغتون د چارواكو په وينا په ښه روغتيايې حالت كې قرار لري. ميرن بيري د روان ميلاې کال په پيل كې د امريكا تر ټولو ښكلو نجونو ښايسته وپېژندل شوه.  ",د امريكا د ښايست شهزداګۍ په روغتون كې بستر شوه 6167,میرویس جلالزی," د رپوټونو په حواله يو جهادې قوماندان او د هغه ۱۰ تنو پلويانو تېره ورځ د بدخشان په شهر بزرګ ولسوالې كې په يوه ۲۲ كلني مېرمني ډله ييز جنسي تېرى كړى. پوليس وايې دا قوماندان مجتبى نومېږي. د شمال ختيځ افغانستان د سرحدي پوليسو قوم اندان جنرال حبيب سيد خېل وايې كله چې د سيمي خلكو دوى ته په دې اړه معلومات وركړل نو پوليسو دوه تنه يرغلګر نيولي او پاتي نور له خپل مشر سره يو ځاى له سيمي تښتېدلي دي.     ",په بدخشان كې تر ټولو ناوړه پېښه ثبت شوه 6168,,"   دا چاودنې نوشکې سيمې ته نږدې د اورگاډې په پټلې کې رامنځته شوي چې له امله يې ځانې زيان نه دى رسېدلې او د ريل پټلې يې زيانمنه کړي . د چارواکو په وينا د نامعلومو کسانو له خوا ٥ بمونه ځاى پر ځاى شوي وه چي ٤ يې وچاودل او يو يې خنثى شو، پوليس وايي په دغه لار نن ورځ د کوم اورگاډې د راتلو پروگرام هم نه و او پټلې به تر نن ماښام پورې بيرته ورغول شي.  ",په بلوچستان ايالت کې څلور چاودنې شوي دي 6169,," بست، چې په هلمند ولايت کې لومړنۍ خپ� �واکه خپرونه ده پرله پسې څلورمه ګڼه يې په دې وروستيو کې د ګڼو مطالبو په لرلو سره په څلورو مخونو کې له چاپه � �اوتلې ده، دا ګڼه يې د لړم د مياشتې ده، چې د غلام سخي نوريوال په مديريت او احمدشاه پاڅ ون په مرستيالۍ کې خپرېږي او ګڼ مينه وال ل� �ي.   د برېښناليک پته يې:  Bust_journal@yahoo.com دغه راز د هلمند مياشتنۍ دولتي جريدې پرله پسې ٦٢٠مه ګڼه چې د لړم د مياشتې ده، چاپ شوې ده، چې څلورمخونه لري او ګڼې ليکنې لري. د امتياز خاوند يې په هلمند کې د کلتور او ځوانانو رياست دى چې پخوا په ح روفچينۍ بڼه خپرېدله، ايله په دې وروستيو کې يې کمپيوټري بڼه خپله کړه. د  برېښناليک پته يې: Helmand.journal@gmail.com ",په هلمند ولايت کې دوې خپرونې چاپ شوې 6170,," نن ماپښين پر سيمه ايز وخت درې نيمي بجې د کندهار ښار په لوېديځ (مېرويس مېنه) کي يو ځانمرګى بريد ترسره سو چي له امله يې د چارواکو په وينا يوازي ملکي کسان زيانمن سوي دي. د کندهار امنيه قومندان جنرال عصمت الله عليزي رسنيو ته وويل چي بريد په سيمه کي د کاناډايي ځواکونو پر يوه تېرېدونکي کاروان رامنځته سو چي له امله يې د جنرال عليزي په وينا پر بريدکوونکي برسېره يو لا� �وى مړ او دوه نور ټپيان سوه، نوموړي وويل په دې بريد کي کاناډايي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى. که څه هم د پېښي ځاى د پوليسو له خوا ترڅارني لاندي دى خو د عيني شاهدانو په وينا دوى په سيمه کي د ملکي کسانو يو سوزکى موټر وليدى چي د اور لمبې پر ګرځېدې. د يادوني وړ ده چي په روانه اونۍ کي دا دوهم ځانمرګى بريد دى چي په کندهار کي ترسره کېږي. لومړى هغه يې دوې ورځي وړاندي د کندهار ښار په ختيځ (د ښورندام) په سيمه کي د کاناډايي س� �تېرو پر يوه کاروان سوى و چي دوه کاناډايان پکښي وژل سوي او ٣ نور ټپيان سوي وه. ",په کندهار کي ځانمرګى بريد وسو 6171,," په کندهار کي د افغان انګليسي او کمپيوټر زدکړي د مرکز له خوا د ((افغان)) په نامه يوه مياشتنۍ جريده په څلورو مخونو کي له چاپه راووته، چي په انګريزي او پښتو ژبه تاريخي، ک� �توري او ديني مضامين پکښي خپاره سوي دي. افغان د انګ� �يسي او کمپيوټر زدکړي مرکز پنځه کاله وړاندي په کندهار کي د ځوان فرهنګپال رحمت الله ق� �يشي په نوښت جوړ سو، چي د نوموړي مرکز د ادارې په وينا تر اوسه يې د انګليسي ژبي لس دورې فارغين ورکړي چي په ا وسط لحاظ له هري ټولګۍ څخه شل تنه فارغه سوي دي. پاته دي نه وي په نوموړې مرکز کي د انګليسي او کم پيوټر پر زدکړو برسېره عربي، خطاطي او د ښوونځيو ساينسي مضامين هم تدريسېږي.                      ",د افغان جريدې لومړۍ گڼه چاپ سوه 6172,," د کورینوچارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې د چارو مرستیال جنرال داود نن په کابل کې خبري کانفرانس ته وویل چې د بدخشان بزرګ ولسوالې کې یې لس دنشه یي توکو قاچاقبر نیولي او لويي څارنوالي ته به یې وسپاري. نوموړي تېره ورځ د ملګرو ملتونو له مخدره موادو سره د مبارزی ادارې یا یو ان ډی سي او نړیوال بانک د راپور په اړه وویل چې دا راپور سم ګڼي خو د لوړ پوړو چا� �واکو په مخدره موادو کې د لاس لرلو په اړه يې وویل چې دی له دې موضوع پوره معلومات نه لري. ",کورنیو چارو وزارت په بدخشان کې لس قاچاقبر نیولي 6173,دحبيب الله غمخور ژباړه," ليکوال : ايفگېني گريگوريف - له � �وسي څخه ژباړونکی : حبيب الله غمخور منبع :Независимая газета دافغانستان امنيتي وضعه نوره هم مخ پر خ� �ابېدو اوډراماتيک حالت غوره کړی دی . د((تلپاتې آزادی )) تر نامه لاندي دپوره پنځو کالو برياليو عملياتو نه و� �وسته اوس هم دا ډار شته چې ممکن حالات له کنټرول نه ووزي  . داخبره دامريکا دڅارگرۍ ادارې ( آي ايس � �ي) مايکل هايدين دامريکا دسنا په هغه غونډه کښي وکړه کوم چې دافغانستان دپوځي او امنيتي حالاتو دڅېړلو لپاره ځانگړې شوې وه ؛ هغه داومنل چې دالقاعدې دسازمان  تاثيرات اودطالب جنگياليوپه  شمير کې زياتوب ليدل کيږي . دده په وينا اوس ترهگر په افغانستان کښي دعراق له تجريبو اوتاکتيکو څخه استفاده کوي . دې جگپوړی چارواکۍ ((مايکل هايدين)) څه موده وړاندي له کابل څخه دليدو په منظور هلته په سفر تللی و،هغه وويل : (( دالقاعدې سازمان دعراق اوافغانستان  تر منځ دوصل کړۍ ده)) . دپنتاگون لوي رئيس (( جنرال مايکل  ميلز)) هم دڅارگرۍ دادارې دمشر دخبرواوڅېړنود پايلو څخه پخلۍ کوي  . دملگروملتو دسازمان په مرسته دافغانستان دحکومت لخوا دام نيتي وضعي ترڅېړلو وروسته په غربي مطبوعاتو کښي دخپور شوی راپور له مخې داسي انگېرل کيږي چي امنيتي حالت دت� �ويش وړ اوله جدي خطر سره مخامخ دی . پدغه خپاره شويو څېړنيزو معلوماتو کښي دافغانستان امنيتي حالت نورهم بغ� �نج اوکړ کېچن ښودل شوی دی . په راپور کښي راغلي ،که چيري په تير عيسوي کال کښي پر بهرنيو پوځيانو باندي په مياشت کښي ((۱۳۰)) ځله بريدونه ثبت شوې دي د۲۰۰۶ کال دمارچ په مياشت کښي بيا ددې حملو شمير ((۳۰۰)) ته ، مگر اوس شپږسوو ته په يوه مياشت کې  جگ شوی دی ؛ پدغو برېدو او همداډول دبهرنيو هيوادو په ځانگړې توگه دامريکا،انگ� �ستان اوکاناډا دپوځې بريدونواو عملياتو په پايلو کښي ((۷۰۰ ۳)) نه زيات افغانان دهغې جملې نه يې ((۱۰۰۰))نفره ملکي کسان وژل شوی دي . همدا ډول په گذارش کي په تکرار راغلي چې امنيتي وضعه نوره هم مخ پر خرابېدو ده اوډراماتيک ح الت ځانته غوره کوي  ،واړندي ليکي  په ډيرو ځايو کښي دبيا رغاوني کارونه په ټپه درېدلي ،ښوونځۍ تړل شوې او دبشري مرستو درسولو مؤسسو خپل کارمندان له هغو ځايو ايستلي دي ؛د هيواد په زياتو سيمو کښي ملکي خلک بې سرنوي� �ته پر خپل حال پرېښودل شوي اوياسيمي طالبانو ته خوشي شوي دي . دملگروملتو سازمان استازي ((تون گينيگس)) په ډاگه اعلان وکړ : ددې لپاره چې دناکامۍ نه مو نجات موندلۍ وي زياتو پوځي قواو ته اړتيا شته . داټول ح وادث  دهغو خبرو اساسي برخه جوړوي کوم چې په ريگاکښي به دناټو دکنفرانس په غونډه کي ورباندي تودي خبري وشي . واشنگتن چې خپل لس زره کسيز پوځ يې دناټو دپوځ سره چې دسربازانو او افسرانو شمير يې ((۳۱)) زروته رسېږي يوځاي کړ ل ،غواړې  په افغانستان کښي خپل پوځی عمليات کم کړي . امريکا غواړي  دخپلو ملگرو پوځي ډلگئ  چي په نسبتأ ارامو سيمو کښي اوسي دافغانستان په جنوبي او شرقي سيمو کښي دطالبانو او القاعدي سره جگړي ته وهڅوي . داچي  يو شمير هيوادونه علاقه نلري په جگړه کې راښکېل شي ددې بلامل گرځېدلۍ چې دناټو او ايساف قواوي پر دو دلو ووېشي ،دا پداسي حال کښي ده چې ديو شمير هيوادو پوځيان په ډيرو خطرناکو سيمو دبېلگې په توگه کندهار کښي  جنگېږې اوتلفات ورکوي ، خو نور بيا په ارامو سيمو کښي داوربشو اوبه (بير Bir ) څښي ،پدې ډله کې دالمان سربازان  چې شمير يې ((۲۹۰۰)) تنو ته رسېږې چې دپوځي شمير له مخې دريم هيواد گڼل کيږي تر زيات فشار لاندي راغلۍ حتا تر دي ب� �ېده (سرحده ) کله چې دکاناډا د((کييو بيک)) په ښار کښي دناټودپارلمان  (استازو) غونډه جوړه شوه ، پدغو غونډو کښي دامريکا ،کاناډا ،بريتانيا او هالنډ استازو په خپلو خبرو کښي په غير مستقيمه توگه دکاناډا د(( ۱۲)) تنو س� �بازانو دوژلو  پړه پر المان اچوله  او څرگنده ول يې چې الماني پوځيانود جنوبې سيمو په جگړه  کې  زموږ سره ديوځاي  دبرخي اخيستلونه ډډه وکړل  . دناټو لوي قوماندان  ((جيمزجانز)) دافغانستان په شمال کښي دالماني پوځ دمسوليت دساحې دکنترول او کتني په وخت کښي په آمرانه لهجه اعلان کړه :( موږ ډير زيات غواړو ا� �مانيان په جنوب کښي ولرو)) . پرون ورځ  ((په اغلب گمان دنومبر په ۲۴ ژباړونکی)) دپنتاگون يوه جگپوړي چارواکي چې نوم يې پټ ساتل شوۍ د((فرانکفورتر الگيمايني زونتانتسايتونگ )) دورځپاڼي سره په مرکه کښي دام� �يکا له فدرال حکومت نه وغوښتل چې يو گام مخ په وړاندي اوچت کړي تر څودهغه په پايله کښي کله چې دناټودقواو قوم اندان سهار له المانيانو څخه ديوه کنډک  غوښتنه وکړي  اوماښام دافغانستان په جنوب کښي هغه کنډک په خپل واک کي ولري . دبروکسل نه درارسېدلو معلوماتو پر اساس په ناټو کښي يو شمير داسي استدلال کوي،تر کوم ه ځايه چې دالمان صدراعظمه انجيلامير کيل داوقيانوس اطلس سره ((هدف يې امريکا اوکاناداده)) تر خپل پخوانی سيال زياته دښو مناسباتو غوښتونکې ده ،پدي اساس به د((ريگا)) په غونډه کښي ددې امکان زيات وي  چې بوندسفير (پارلم ان) به  دافغانستان د جنوبي سيمو په جگړو کښي دالمان دگډون په هکله موافقه وکړي ،هغوي وايي پسله دي چي پر ا� �مان بريالي شو ،بله کومه ستونځه نشته په اسانۍ سره کولاي شوهغه نورهم چې داوربشو اوبه څښي دالمان څخه پيروۍ ته مجبور کړو. تر اوسه المان مقاومت کوي دالمان صدراعظمه انجيلامير کيل په ډاگه وايي، دالمان پارلمان دپخوا پشان بايد دافغانستان دشمالي ولاياتوامنيت ساتلوته پاملرنه وکړي . دخلکو دنظر غوښتنو په پايله کښي معلومه شوېده چي (( ۸۲)) په سلو کې المانيان نه غواړي چې ددوي پوځيان په جگړه ايزو عملياتو کښي برخه واخلي . دهمدغو مسايلو پر اساس به په  ريگا کښي دناټو دمشرانو غونډه دالمان لپاره يوه جدي سياسي ازموينه وي . ",افغانستان اودپوځي عملياتو دوام (( تلپاتي آزادي)) 6174,," یو ډنمارکی لیکوال او تاریخپوه وايي:موږ له افغانستان څخه راغلي یود ډنمارک زیات شمېر لرغونپوهانو او تاریخ � �یکونکو په خپلو آثارو او ویناوو کې ډېر ځله ویلي چې: موږ ډنمارکیان په اصل کې له افغانستان څخه دلته راغلي یو.د همدغو خبرو او بحثونو د لړۍ په دوام د روان کال د نوامبر په دېرشمه نېټه یوه ډنمارکي لرغونپوه او تاریخ لیکونکي د کوپنهاګن د ښار د ګللسکس د سیمې په یوه تالار کې مستندې خبرې لري.هغه کسان چې مینه ولري په دغه غون� �ه کې ګډون وکړي په لاندې پته دې د ماځیګر په شپږو بجو د خبرو – اترو دغه مجلس ته تشریف راوړي.  AKTIVCENTER; TELEFONVEJ 8 2860- SØBORG وخت په یاد ولرئ: د نوامبر ۳۰ د ماځیګر ۶ بجې  په د� �نښت په ډنمارک کې د افغانستان د فرهنګ ټولنه ",ډنمارکی تاريخپوه: موږ له افغانستان څخه راغلي یو 6175,ميرويس جلالزی," ميرويس جلا� �زی د اسلامي جمعيت گوند نامتو قوماندان احمد شاه مسعود چي خپل ملګري يې د پنجشېر د زمري په نامه پېژني د تالقانو د كنترول له لاسه وركولو وروسته د چټكو مرستو په تمه وو. د سپني ماڼۍ دې پخواني ملګري خپلو بادرانو ته نور مخ نه درلود ځكه چې هغه له خپل بريا� �يتوب وروسته زاړه ملګري هېر كړي وو. په دې وخت كي امريكا له افغانستان سره � �يپلوماتيك تعلقات نه لرل او ډېره موده شوې وه چې په ملګروملتونو كې افغانستان استازى هم نه درلود. د امريكا د ملي امنيت شورا په روان حال كې د وسله والو چريكانو دا پوځي قوماندان د هې� �وينو د قاچاقوړونكي او د بشر له حقونو د يوه سرغړونكي په توګه پېژانده . مر� �ين البرت چي د طالبانو د واكمنۍ پر مهال په افغانستان كې د بشر د حقونو د څارونكي په توګه دنده لرله وايې:((هغه كسانو به چې د مسعود تر قوماندې لاندي سيمو كې د كوكنارو د كروندو په اړه څېړنه كوله او يا به يې غوښتل د كوكنارو په اړه په پټو رازونو خبر شي نو ژوند به يې د مرګ له ګواښ سره مخ شو. البرت وايې چې ډېر كسان د ورته څېړنو په پلمه له منځه ولاړل. بېله شكه هغه  وخت چې احمدشاه مسعود د افغانستان ډېري سيمي له لاسه وركړې نو په همدې وخت كي د جميت اسلامي حزب د قوماندې اصلي مركز د بدخشان ولايت وو. په دې ولايت كې د هر بل بوټي په پرتله كوكنار ډېر كرل كېدل. د فيض آباد ښار په دې وخت كې د برهان الدين رباني مركز وو. د فيض آباد له هوايي ډګر څخه چې به د پروفيسر برهان الدين رباني د تمځاى په لور په موټر كي روان شوې نو تر هغه چي به ټاكلي ځاى ته رسېدې د سړ ك دواړو غاړو ته پرېمانه د كوكنارو كروندې ولاړي وې. د راپورونو او عيني شاهدانو د وينا پر اساس د بدخشان په ولايت كې د هېروينو د توليد درې فابريكې موجودي وي، خو پوښتنه دلته ده چې آيا د نظار د شورا مسول احمد شاه مسعود كوكنارو په دې سوداګري كې ښكېل وو، كه څنګه ؟ طالبان  چي په همدې كلونو يې د افغانستان په سلو كې نوي برخه خاوره لاندي كړې وه په خپله هم د كوكنارو له پيسو د واك ګدۍ ته رسېدلي وو. خو هغوى د ۲۰۰۰ميلادي كال د جولاى په مياشت كې امر وكړ چي د كوكنارو ټولي كروندې بايد له منځه ولاړي شي او كه څوك � �ه دې امر څخه سرغړونه وكړي نو له سختي اسلامي سزا سره به مخ شي، كه څه هم چي د طالبانو قوماندانان وي.    د طالبانو د ړنګ شوي رژيم د مشر ملامحمد عمر د كاغذي فرم ان سره سم د يوه كال په تېرېدو د طالبانو تر تسلط لاندي سيمو كې۹۰ په۱۰۰ كې  د كوكنارو كروندې محوه شوې او د � �سمي ارقامو په بنسټ په۲۰۰۱ميلادي كال كې د طالبانو تر ولكې لاندي سيمو كې له ۸۲۱۷۲ هكټاره ځمكې يوازي په ۷۶۰۶ هكټاره ځمكه كوكنار ولاړ پاتې وو او بس. خو د افغانستان په شمالي ولايت بدخشان كې بيا هر څه بل ډول وو، د نوموړي ولايت په اړوندو سيمو كي په ۲۰۰۱ ميلادي كال كې د كوكنارو كروندې له ۲۴۵۸ هكټاره څخه ۶۳۴۲ هكټارو ته اوچتي شوې. د شمالي ټلوالي له وتلي مشر احمدشاه م سعود څخه چې به  كله د كوكنارو په اړه پوښتنه وشوه نو هغه به ويل موږ د كوكنارو د كر كيلي مخالف يو او زموږ دريځ په دې اړه روښانه دى.مسعود دا څرګندوني د انتوني ډاويس په نامه يوه بهرني خبريال ته كړي وې. د شمالي افغانستان د كوكنارو صادراتو ستونزه نه � �رله. د بدخشان ولايت مخدره توكي په ډېره اسانه طريقه د منځنۍ آسيا هيوادونو ته د كورنيو او بهرنيو قاچاق وړونكو له خوا لېږدول كېدل، خو په دې وخت كې په جنوبي افغانستان كې بل صورت حال وو، دلته د كوكنارو د كروندګرو او د قاچاق وړونكو  كاروبار په ټپه درېدلى وو. له شمالي ولايت بدخشان څخه په دې وخت كې هېروين د ( يو، اف) ډوله چو� �لكو په مرسته تاجكستان ته لېږدول كېدل خو طالبانو د خپلي ولكې لاندي سيمو كي د قاچاق وړونكو د نيولو پر سر د س� �وزرو انعام ايښى وو. دا انعام د طالبانو د خپلو مشرانو په سر هم ايښودل شوى وو هغه دا چي كه چيرته د طالبانو قوماندانان او نور ټيټ پوړي جنګيالي هم په ورته تور نيول كېدل نو د مرګ له سزا سره به مخامخ كېدل. د راپور چمتو كوونكى وايې: زه تر اوسه نه پوهېږم او په دې اړه مستند اسناد هم نه لرم چي آيا په خپله مسعود به د مخدره توكو په قاچاق كې لاس درلود او كه څ نګه؟    په افغانستان كې د طالبانو د واكمنۍ پر مهال د ملګرو م� �تونو استازي اندويندرل وايې: ما چي په امريكا كې د سپيني ماڼۍ له عالي رتبه مامورينو سره د افغانستان په اړه په وار_وار خبري اتري لرلې نو داسي كومه خبره مي د امريكايې چارواكو له خولې نه ده اورېدلې چې ګواكي احمدشاه مسعود د مخدره توكو په قاچاق كې لاس لري او له همدې وجي نه غواړو له هغه سره مرسته وكړو. د ويندرل په وينا چې امريكايې چارواكو ويل موږ پوهېږو چې د افغانستان په غټه شمېره مخدره توكې په شمالي و� �ايت بدخشان كې كرل كېږي خو په دې نه پوهېږو چې آيا مسعود به شخصاً ترېنه ګته اخلې او كه څنګه.  د سپټمبر د ۹\۱۱نېټې په اړه د ځانګړي كمېسيون په راپور كې د مسعود په اړه ويل شوي چې هغه د ۱۹۹۸ او ۱۹۹۹ميلادي كلونو ترمنځ د خپلو متحدينو له خوا دې ته اړايستل شو چې د خپلو پوځي لګښتونو لپاره د بوديجې د برابرولو په منظور له  هغوى سره د هېروينو معاملې ته ورګډ شي. د همدې كمېسيون د راپور په ۴۳۰ مخ كې راغلي: د مسعود ټول پوځي لګښتونه د همدې كلونو ترمنځ د هېروينو د قاچاق � �ه پيسو برابر شوي وو. د همدې راپور په ۴۹۰ مخ كې د راپور د ليكوال ښاغ� �ي كلرك په قلم ليكل شوي: مسعود او د هغه ملګري داسي خلګ نه دي چې ورسره يو ځل بيا همكاري وشي، ځكه هغوى د مخدره توكو په كاروبار كې ښكېل دي او په دې سربېره مسعود او د هغه ملګري د بشر د حقونو سرغړونكي دي نو دا به د امريكا عاقلانه عمل نه وي چي له هغوى سره دولت جوړ كړي. د راپور په ۵۱۶ مخ كې د امريكا د استخباراتي ادارې (سي، آى، اې) د مدير ښاغلي تينت له قوله راغلي چې  مسعود يو محتاط او ځيرك سړى وو او د هغه ډله له يو څخه په ډېرو جنايتونو كي ښكېله وه. د احمدشاه مسعود او د هغه د شمالي ټلوالي د ملګرو ډېر لګښتونه د هېروينو له كاروبار څخه تر لاسه كېدل.  د نظار د شورا وسله والو چريكانو د دې مشر له خوا د بشر د حقونو څخه د سرغړوني لويه پېښه په كال ۱۹۹۳ ميلادي كې په كابل كې ثبت شوې ده. د راپور پر بنسټ نوموړي په همدې كال د كابل په لوېديځ افشارو سيمه كې ملكي هزارګان په ډلييزه توګه ووژل. دا د افغانستان د اسلامي دولت د دفاع وزارت په څوكۍ د مسعود تر ټاكل كېدو وروسته د هزاره ملېشو په وړاندي د هغه پياوړي عمليات په ګوتو شوي دي. د مسعود چريكانو وروسته له هغه د افشارو په سيمه كې د وحدت د ګوند په مركزي دفتر بريد وكړ چې هغه د وحدت د ګوند د مشر عبدالعلي مزاري او د مركزي دولت د مخا� �ف مشر ګلبدين حكمتيار تر منځ په پټو خبرو اترو خبر شو.    په داسي حال كې چي د وحدت ګوند په روان حال كې له جمعيت ګوند سره يو ځاى وو، خو په همدې وخت كې مزاري او حكمتيار د يوځاى كېدو پټ پلانونه جوړول ترڅو په ګډه د جميعت ګوند په وړاندي ودرېږي. د عبدالعلي مزاري  او ګلبدين حكمتيار د پټو خبرو اترو د پيل سره سم مسعود او د اسلامي اتحاد مشر رسول سياف � �اسونه سره يو كړل او د ۱۹۹۳ميلادي كال د اكتوبر د ۱۱ مي نېټې د سهار په پنځو بجو يې د وحدت ګوند په مركزي دفتر چې د ټولنيزو علومو په انستيتيوت كې يې موقعيت درلود بريد وكړ، خو له بريد څخه مخكې د وحدت ګوند مشران له سيمي تښتېدلي وو. د وحدت ګوند مركزي دفتر بېله كوم مقاومت څخه د اسلامي اتحاد او اس� �امي جميعت ګوند د چريكانو لاس ته ورغى. د همدي ورځي د غرمې په يوه بجه چريكانو په سيمه كي پراخ پلټونكې عمليات پيل كړل. د ورځي په پاى كې روښانه شوه چې د وحدت ګوند په مركزي دفتر كې خلګ شكنجه شوي او په ځوانو نجونو او ښځو جنسي تېرى هم شوى وو. د كابل د ټولنيزو علومو د انستيتيوت د مركز په لاندنيو كوټو كې د انسانانو د بدن بې شمېره غړي تر لاسه شول او كېداى شي دا غړي د مستندو � �واهدو په توګه ياد كړو. عيني شاهدانو او هغه كسانو چې د عدالت موندني په پ� �وژه كې ګمارل شوي وو وويل: چي په همدې ورځ د اتحاد اسلامي ګوند كسانو د هزارګانو په سيمو يرغل وكړ، ګڼ شمېر ملكي كسان يې ووژل او د هغوى په ښځو او نجونو يې جنسي تېرى وكړ.    عيني شاهدان وايې د ا كار ځكه وشو، چې د عبدالرب رسول سياف جنګيالو د احمد شاه مسعود د قوماندانانو قومانده ونه منله او له برياليتوب وروسته يې خپل استقلاليت اعلان كړ، په داسي حال كې چې احمد � �اه مسعود ټولو متحدو جنګيالو ته مخكې تر عملياتو خبر وركړى وو چې د عملياتو پر مهال دي د ملكي وګړو خيال وساتي. احمد شاه مسعود د فبروري د مياشتي په ۱۲مه ورځ هوډ وكړ چې د دې ناوړه اعمالو پر سر خاوري واړوي كه څه هم چې د سياف چريكانو پكې ونډه لرله. خو متاسفانه چې د مسعود دې كار د خلكو له ذهنونو دا ناوړي خاطرې هم لري نكړاى شوې او سربېره پر دې  د سياف د جنګالو جنايتونو دوام وموند. پوښتنه دلته ده چي آيا احمد شاه مسعود د بشر د حقونو د سرغړونكو له ډلي شمېرل كېږي؟ په كال ۱۹۹۹ كې د كابل د شمالي د خپرپ او ترپ په جګړه كې داسي ګنګوسې خپرې شوې چې د مسعود جنګيالي نه غواړي طالب اسيران له ځان سره وساتې ځكه نه د هغوى د ساتلو ځاى لري او نه يې هم د خوراك لپاره د ډوډۍ پيسې. د راپور ليكوال ښاغلي ډفيس وايې: ما له ۱۹۸۱زېږديز كال څخه تر۲۰۰۰ كال پوري په وار_وار له احمدشاه مسعود سره د هغه د عملياتو پر مهال د افغانستان په بېلا بېلو سيمو كې د خبريال په توګه حضور درلود او د دې كلونو په منځ كې مي هيڅ يوه داسي پېښه ونه ليده چې د مسعود جنګيالو دي ملكي كسان ځورولي وي او يا يې هم د جګړې يرغمل  وژلي وي. د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړى استازى فرانسس ويندرل د پخواني شوروي د ځواكونو په وړاندي د نظار شورا د مشر احمدشاه مسعود او د امريكا د متحده ايالتونو د اړيكو په اړه دومره وايې چې امريكايانو يوازي يوه دقيقه هم په دې اړه له مسعود سره مرستي نه دي كړي چي ګواكي دى د بشر د حقونو په سرغړونه كې ښكېل نه دى، ځكه چې امريكايانو د جهاد پرمهال له هغو مجاهدينو م شرانو سره هم مرستي كولې چې د بشر د حقونو په سرغړونو كې ښكېل ول، آن دا چې امريكايانو هم پېژندل. كه څه هم چې د طالبانو د حكومت پر مهال په هغو شمالي سيمو كې چې د احمدشاه مسعود تر ولكې � �اندي وې څه نا څه د بشر د حقونو وضعيت سم وو، خو څېړونكي د مسعود له خوا د بشر د حقونو مراعت ته هم د شك په سترګه كوري. هغوى وايې مسعود غوښتل په خپل دې كار د لوېديځوالو او په خاصه بيا د ام� �يكې مرستي يو ځل بيا تر لاسه كړي، په داسي حال كې چې اوس د مرستو د راجلبولو كار ډېر ګران وو. ځكه چې مسعود ام� �يكايانو ته خپل اعتبار له لاسه وركړى وو. خو پوښتنه پيدا كېږي چې د طالبانو تر ولكې لاندي سيمو كې د بشر د حقونو حالت څنګه وو؟ ځواب دا دى چې طالبانو په هغه وخت كې د افغانستان۹۰فيصده خاوره تر خپلي ولكې لاندي راوستې وه او په همدې وخت كې د بشر د حقونو د څارني ډلو ته د فعاليت اجازه نه وه وركړل شوې. د طالبانو د ولكې لاندي سيمو كې د بشر د حقونو څ خه د سرغړونو سيستماتيكي، پراخېدونكي او تكراري پيښي ثبت شوي دي . ",بشري سرغړوني د مسعود او طالبانو په وخت کي 6176,," ټاکل شوې وه چې د عراق لومړى وزير نوري المالکي او د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر جورج بوش تېره شپه د اردن د پاچا عبدالله په مېلمستيا کې سره ليدلى واى خو د المالکي په دې غوښتنه چي د درېيم تن په شتون کې خبرې نه کوي وځنډېده. امريکايې چارواکې وايې چې د خبرو د ځنډېدو لامل دا و چې نوري المالکې له عبدالله سره دمخه کتلې و. نه دا چې د نورې المالکې او بوش تر منځ کوم اختلا ف رامنځته شوى دى. دواړه مشران به په خپله ليدنه کې د عراق د روانې وضعې او د امنيت د لاښه کېدو په اړه خبرې وکړي. دواړه مشران د خبرو لپاره اردن ته � �سېدلي دي. د خبرو د ځنډېدو وړاندې داسې ويل کېده چې څو ورځې وړاندې د مقتدى صدر پلويانو گواښ کړي و که نوري المالکي او بوش سره وگوري نو دوى به له حکومتې دندو گوښه شي.",جورج بوش او نوري المالکي به نن په اردن کې سره وگوري 6177,," د عراق ولسمشر جلال طلباني چې د درې ورځو لپاره يې اېران ته سفر کړى و، د خپل سفر په پاى کي له خپل اېراني سيال محمود احمدي نژاد سره په يوه مطبوعاتي غونډه کې ګډون وکړ. د دواړو هېوادونو چارواکو د عراق د ولسمشر سفر مثبت وباله او ترسره شوي موافقې يې د راتلونکو اړيکو لپاره ډېري م همي او اړيني وبللې. د اېران او عراق رئيسانو د ګډو پرېکړه ليکونو له لاسليک کولو وروسته د خپلو خبرو اترو د ګټې په اړه خبرې وکړې. د اېران ولسمشر يو ځل بيا ټينګار وکړ چې اېران په عراق د امنيت د ټينګښت لپاره ډېر لېواله دى او خپلې ټولې پرېکړې به په دې لاره کې په کار واچوي. ",د عراق د ولسمشر د سفر پايلې 6178,," د مکسيکو يوه قاضي د دغه هېواد د پخواني ولسمشر لوئيس آچه وريا د نيولو حکم خپور کړى دى. د لوئيس د نيولو حکم د دې لپاره خپور شوى چې نوموړى په ١٩٦٨ م کال کې د محصلينو د وژل کېدو په تور تورن دى. خو شکايت کوونکي وايي چې لوئيس په ١٩٧٦ م کال کې په دولتي مقام کې و او بايد د قانون پر وړاندې ځواب ووايي. لوئيس چې ٨٤ کاله عمر لري امکان لري چې د عمر د زوړ والي له امله په خپل کور کې نظر بند وي. د لوئيس وکيل ويلي دي چې په خپور شوي حکم باندې به نيوکې وکړي. ",د مکسيکو پخوانى ولسمشر به محاکمه شي 6179,," دا پېښه پرون سهار د پاکستان د سند ايالت په يوه کليواله سيمه کې رامنځته شوه چې يو تن خپلې څلور خورزې په دې تور ووژلې چې د روژې په مياشت کې د خپلوانو کور ته تللي وې او هلته يې زنا کړي وه. خو د دغه کلې د وگړو په وينا دا نجونې بېگناه وې. مجرم په تېښته بريالى شوى د� � خو دوه زامن يې د پوليسو له خوا نيول شوي دي. په سند کې هرکال يو شمېر ښځې په ورته تورونو ويشتل کېږي. د يادونې وړ ده چې د دغه هيواد پوځې مشر پروېز مشرف ويلې و چې د غيرت په نوم وژنې ټول وژنې دي خو اوس هم دغه لړۍ دوام لري. ",په پاکستان کې ٤ نجونې د زنا په تور ووژل شوې 6180,,"   د برتانيې لومړي وزير ټوني بلېر خبردارى ورکړى چې په اروپايي ټولنه کې د ترکيې د غړيتوب په خبرو اترو کې ځنډول لويه تېروتنه ده. بلېر وويل د اروپا مشران بايد اجازه ورکړي چې � �ه اروپايي ټولنې سره د ترکيې د يوځاى کولو پروسې ته دوام ورکړي. د اروپا کميسيون توصيه کړې ده، د هغو خبرو اترو برخې چې تېر کال په اروپايي ټولنه کې د ترکيې د غړيتوب لپاره پيل شوې وې وځنډول شي.    ",په نړيواله ټولنه کې د ترکيې د غړيتوب په اړه د بلېر خبردارى 6181,ميرويس جلالزى," د تخار ولایت د عامي روغتيا د رئيس عبدالحکیم عزیز په وینا قوماندان ارباب ولي نن سهار د تخار په بهارک ولسوالۍ کې تر یوه وسله وال برید لاندي � �اغی چي نوموړى به کلکه ژوبل شوی دى. له ارباب ولي سره د هغه دوه ملگري هم ژوبل شوي او بل تن یې وژل شوی دى. � �اکتران وایې د ملي جنبش د گوند د دې ټپي شوي مشر روغتیایي حالت خراب دى او د درملني لپاره کوم بل پرمختللي � �وغتون ته یې هم د لېږدولو امکان نه لیدل کېږي. تر اوسه د برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې. ",د جنبش گوند یو وتلی قوماندان په تخار کي ټپي شو 6182,ميرويس جلالزى," د پاکستان د بهرنیو چارو وزا� �ت د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان لاسوهنه رد کړه. تېره ورځ د افغانستان د باندنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې مطبوعاتي اعلامیه کې خبر ورکړ چې د پاکستان د دولتي کابینې ځینو وزیرانو د ناټو تړون له ځینو مشرانو سره اړیکي نیولي او هغوی ته یې ویلي چي په افغانستان کې باید یو داسي ایتلافي دولت جوړ شي چې طالبان هم پکي برخه ولري او د دې ترڅنگ ولسمشر کرزی باید په نوي دولت کي ځای ونل� �ي. د افغان چارواکو په غبرگون کې د ٥ شنبې په ورځ د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویاندي مېرمن تسنیم اسلم وویل چي پاکستان هیڅ کله داسي یو وړاندیز نه دی کړى. د پاکستاني او افغان چارواکو تر منځ ژبنی تاوتریخوالی په داسي حال کي زور اخلي چي ټاکل شوې تر څو راتلونکو ساعتونو د پاکستان د باندنیو چا� �و وزیر خورشید محمود قصوري افغانستان ته راورسېږي. قصوري او د هغه افغان سيال ډاكټر رنګين دادفر سپنتا به د دواړو هيوادو د قبايلو تر منځ د جوړېدونكې جرګې پر سر په كابل كې خبر اتري وكړي. ",پاكستان: موږ ودان افغانستان غواړو 6183,ميرويس جلالزى,"   د امريكا ولسمشر جورج ډبليو بوش د عراق له لومړي وزير نوري ا� �مالكي سره تر ليدو كتو څو شيبې وروسته يوې ګډي خبري غونډي ته وينا وكړه. بوش وويل: د امريكا دولت او خلګ وياړي چې د مالكي په شان ملګري لري. هغه وويل چي امريكا به د عراق له دولت او په دې خاوره كې د ډيموكراسي د راوستو په لاره كې هر راز هلي ځلي وكړې او د ام ريكا دولت به ټولو هغو وړانديزونو ته درناوى وكړي چي د هغو په اساس په عراق كې امنيت ټينګېداى � �ي. د امريكا ولسمشر وويل چې عراقي ځواكونه او د هغوى امريكايې ملګري هڅه كوي چي د القاعدې ډله چې غواړي په عراق كې ځان ته ځالي جوړي كړي له منځه يوسي. بوش وويل امريكايان هيله لري چي د عراق خلك په سوله او ثبات كې ژوند وكړي. هغه د عراق د ولسمشرۍ ټاكنو ته په اشاره وويل چي ۱۲ميليونه عراقيانو د باثباته عراق لپاره رايې وركړې تر څو يو خپلواكه او د خپلي خوښي دولت جوړ كړي. بوش د دې پوښتني په ځواب كې چې آيا امريكايان عراق ته يوازي د القاعده ډلي د له منځه وړلو لپاره راغلي دي وويل: نه م وږ يوازي په القاعده پسې نه بلكي په ټولو هغو جنايتكارانو پسي راغلي يو چې د عراق بېګناه كسان وژني او ډيموك� �اسي تر پښو لاندي كوي.هغه د مالكي له دولت څخه خپل پوره ملاتړ څرګند كړ.  ",بوش او نوري المالكي خبري اتري پيل كړې 6184,ميرويس جلالزى," د افغانستان په جنوب كې د ناټو ځواکونو يوه وياند ښاغلي اندري سلوم وويل دا چاودنه د پنجشنبې په ورځ سهار د كندهار او هرات په لويه لاره هغه مهال رامنځته شوه چې له سيمي د ناټو ځواكونو كاروان د تېرېدو په حال كې وو. د وياند په وينا د دوى ځواكونو ته په دې چاودنه كي مرګ ژوبله نه ده رسېدلې. ويل كېږي له دې چاودني څو شېبې وروسته په سيمه كي يوه اندازه ځاى پر ځاى شوي چاودېدونكي توكي هم تر لاسه شوي دي. ",په كندهار كې د ناټو پر کاروان بريد وشو 6185,,"   بېنوا ویبپاڼې ته له نشه یي توکو سره د م بارزې وزارت له لورې په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې تېره اوونۍ د افغانستان د نشه يي توکيو پرضد د مبارزې ځانگړيو پوليسو په بلخ ولايت کې يو لړ تصفيوي علميات ترسره کړي او زيات مقدار ترياک، وسلې او نور اسناد یې په لاس ورغلي دي. په تېرو شپږو مياشتو کې د نشه يي توکيو پرضد د مبارزې د ځانګړيو پوليسو له خوا په بلخ ولايت کې دغه دويم عمليات دي چې تر سره کېږي. افغاني قواوو د هغو قاچاق وړونکيو چې له مافيا سره لاس لري، د نشه يي توکيو پر زېرمتونو (ذخيرو) باندې حمله کړې .نوموړې حمله په افغانستان کې د بېلابېلو سويوو د نشه يي توکيو د قاچاق وړونکو شبکو د له منځه وړلو په موخه ترسره شوې وه. هغه شکمن کسان چې د دغو عملياتو په ترڅ کې نيول شوي دي په کابل به د ن� �ه يي توکيو پرضد د مبارزې په ځانګړې محکمه کې محاکمه کړل شي. نوموړې محکمې په تېرو ۱۸ اتلسو مياشتو کې د نشه يي توکيو په قضاياوو کې پورې تړلي د ۳۰۰ درې سوه په شاوخوا کې تورن کسان له څو مياشتو څخه تر ۱۸ اتلس کالو پورې زندان باندې محکوم کړې دي. د افغانستان په شمال او شرق کې د نشه يي توکيو پرضد د مبارزې د ځانګړيو پوليسو له خوا دغه تازه عمليات د تېر يوه کال په جريان کې ترسره شوي چې له امله يې ۶۷ اووه شپېته لابراتوارونه له منځه وړل شوي او ۶۵ پنځه شپېته ټنه ترياک او نشه يي توکي لاسته راغلي دي. دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د ملگرو م� �تونو له نشه یي توکو سره د مبارزې ادراې UNODC اونړیوال بانک د افغانستان پرحکومت د قاچاقبرو د نه نیولو له امله سخته نیوکه کړې وه.  ",پولیسو په بلخ کې تریاک نیولي دي 6186,ژباړن:ب.بهیر وردګ," د کمپيوټر اصلي حافظه هم په دوو ډولونو ويشل کېږي:1:ROM(Read Only Memory)حافظه2:RAM(Random Access Memory)حافظه 1:د روم ياRead Only Memory)ROM )حافظه د کمپيوټر اصلي حافظه ده چې يواځې لوستل کېږي او په هغه کې ليکل نشي کېدای.د بريښنا له تلو سره يې منځپانګه له منځه ځي ،معمو� �اًد لخت افزار د ساتلو لپاره ترې کار اخيستل کېږي.هغه دستورونه چې د کمپيوټر پيل کول يې دنده ده په ROMکې په ت� �پاتي بڼه ساتل کېږي اودکمپيوټر د روښانه کېدو پر مهال د کمپيوټر  ټولې پرزې ازمويي او همدارنګه  عامل سيستم م ومي او هغه د RAM اصلي ساتنځي ته ليږدوي.د ROM اصلي دنده زموږ له دستورونو مخکې د کمپيوټر لارښوونه کول دي،يعنې مخکې له دې چې موږ کمپيوټر ته کوم دستور ورکړو (هغه لارښوونه کړو ) ROM هغه لارښوونه کوي نو که چېرې دا خبره سمه وي چې کمپيوټر عقل لري نو د کمپيوټر عقل به ROM وي.دROM منځپانګه په فابريکه کې ثبتيږي او موږ او تاسو نشو کولای چې هغه ته بدلون ورکړو.د يادولو وړ ده چې دROM ځيني ډولونه چې دPROM(Programmable Read Only Memory) په نامه ياديږي کېدای شي يو ځلې پروګرام شي.د هغه نور ډولونه چې د EEPROM(Electronically Erasable Programmable Read Only Memory) په نامه ياديږي کولای شو چې څو ځلې يې پ� �وګرام کړو.د ROM د کار چټکتيا د RAM له چټکتيا څخه لږده له همدې امله هغه اطلاعات چې په ROM کې ځای لري هغه مخکې له کارولو په RAM کې ځای نيسي. ",د اصلي حافظې ډولونه 6187,ژباړن:ب.بهیر وردګ," د کمپيوټر د اصلي حافظې يو ډول دی چې هم لوستل کېږي او هم ليکل پکې کېداي شي.په دې ډول حافظه کې هره خونه د يوې پتې لرونکې ده او CPU کولای شي چې په مستقيمه توګه ترې کار واخ� �ي.کله چېCPU غوښتي وي چې ددې ډول ساتنځي په خونو کې په شته اطلاعاتو باندې لاس رسی ومومي، د هماغه ځای پته اخلي او نيغ په نيغه د پام وړ معلوماتو د لوستلو په لور ځي.دا وړتيا (چې نيغ په نيغه د پام وړ ځای ته مراجعه ده) د کم پيوټر CPU ته ددې اجازه ورکوي تر څو په غوښتل شوې پتې چټک لاس رسی ومومي.د بريښنا له تلو سره سم د RAM منځپانګه له منځه ځي.په کمپيوټرباندې د کار کولو پر مهال د ساتنځي له همدې برخې څخه ګټه اخلي.يا په بل ډول هر پروګرام  چې  م وغوښتي وي تر څو په هغه کې کار وکړو بايد هغه RAM ته وليږو چې RAM ته د يوه پروګرام همدا ليږدونه د پروګرام سرته � �سول(Program Running )دي.دCPU د چټکتيا تر څنګ د RAM مقدار هم د کمپيوټر په چټکتيا کې ونډه لري.په هر کمپيوټر کې چې د RAM مقدار  ډير وي په هماغه کچه د کمپيوټر چټکتيا ډيره او کولای شي چې لوی پروګرامونه سرته ورسوي.بيلا بيل پ� �وګرامونه د RAM يوه ټاکلي مقدار ته اړتيا لري.که له هماغه اندازې د RAMمقدار لږوي نو په کمپيوټرکې به هغه پروګ� �ام سرته ونه رسيږي.د بيلګې په ډول 98 وينډوز چې لږ تر لږه 16 ميګا بايته RAM ته اړتيا لري نو که چېرې په يوه کم پيوټر کې چې د هغه  د RAM مقدار له 16 ميګابايټه څخه لږوي نو 98 وينډوز په هغه کې کار نشي کولای.يا ددې لپاره چې ستاسو کمپيوټر وکولای شي XP وينډوز سرته ورسوي نو بايد ستاسو کمپيوټر لږ تر لږه د 64 ميګا بايته RAMلرونکی وي.لکه څرنګه چې ټولو ته ښکاره  ده په دې کلونو کې د پروګرامونو  کچه په حيرانوونکې بڼه ډيرښت کوي او لا کوي يې چې ددې تر څنګ د RAMمقدار هم زياتوالی موندلی.د همدې کرښو د ليکلو پر مهال په ځاني کمپيوټرونوکې د RAM م� �دار 128يا 256 او کېدای شي چې 512 ميګابايته وي.د شک او ترديد د له منځه وړلو لپاره په دې ځای کې ضروري ده تر څو � �اندې ټکي ته اشاره وکړو:دا ضرور نه ده تر څو د RAMمقدار د پروګرام له اندازې(Size) سره يو شی وي،د بيلګې په توګه که چېرې يو پروګرام د 50ميګابايته حافظې لرونکی وي دا شونې ده تر څو په 8يا 16ميګابايته RAMکې سرته ورسيږي.البته د م جازي حافظې په مرسته دا کار سرته رسيږي. ",د رم يا (RAM(Random Access Memory حافظه 6188,ژباړن:ب.بهیر وردګ," د RAMحافظه په لاندې دوو ډولونوویشل شوې  ده:• ديناميکي رم(Dynamic RAM)• ثابت رم(Static RAM)دديناميکي رم په جوړښت کې له خاذن څخه کار اخيستل شوی دی او بايد د هغه منځپانګه په پ� �له پسې ډول د کنترول د برخې په واسطه تازه شي له هغې پرته خپله منځپانګه له لاسه ورکوي.په هرو۱۵ ملي ثانيو کې ددې تازه ګۍ مقدار يو ځلې دی.دديناميکي رم قيمت او چټکتيا د ثابت رم په پرتله لږده.د ثابت رم په جوړښت کې له ت� �انزستورنو(Transistors) څخه کار اخيستل شوی او پرله پسې تازه کولو ته اړتيا نه لري.له هغه څخه د د معلوماتو د اخيستلو او په هغه کې د ساتلو پر مهال دلوړې چټکتيا لرونکی دی.ثابت رم د هغه د قيمت د زياتوالي له امله لږ د ګټې اخيستو وړ ګرځي.د CMOS(Complementary Metal Oxide Simi-Conductors)ساتنځی چې د سيستم عيارسازي، د معلومات ذخيره یې په غاړه  او دبطرۍ په واسطه چارچېږي،د ثابت رم بيلګه ده. ",د رم RAM حافظې ډولونه 6189,ژباړن:ب.بهیر وردګ," د رم ټوټې په لاندې ډول دي:1:  Single Inline Memory Module) SIMM )د SIMM حافظه د 30او72 پينو ((Pins په دوو ډولونو کې جوړه شوې ده،د30 پينو ډول يې د 8بيتي (Bit) او د72 پينو ډول يې د 32 بيتي جوړښت لرونکي وي.2(:DIMM(Dual Inline Memory Moduleد DIMM ټوټې کولای شي چې په هر دواړو خواوو کې Data وساتي او د 64 بيټي جوړښت لرونکي دي.3:EDO(Extension Data Out د حافظې دا ډول د تخنيکي او ظاهري بڼې له مخې SIMM ته ورته ده مګر دلوستلو د عمليې پر مهال د � �يرې چټکتيا لرونکې ده.البته د ساتنځي دا ډول په هغه اصلي دړو(Main Boards) کې چې د هغه د نصبولو وړتيا ولري د ګټې اخيستو وړ دي. ",د رم RAM ټوټې 6190,سيدجان کارواني," دنړيوالي عمل کم يټې مشر سيدجان کارواني    دروان عيسوى کال دنومبردمياشتي پر٢٦ نيټه په لندن کي دعمل نړيوالي کميټېې فوق العاده  غونډه رابلل شوې وه. غونډه چى سيدجان کارواني ئي مشري کوله دده په دعا اووينا پيل شوه . په غونډه کى ګډون کوونکو څرګنده کړه چى دنړى اوهيواد حالات په چټکى سره روان دى اوموږپه بهرکي ميشت افغانان نه يوازي چى دپيښود تړاوسره مينه لرو بلکى دافغانستان دپيښوپه شننه اونظرڅرګندوني کي پرته له دې څخه چى د کوم سياسي ګونداويا سازمان غړي يو  اويا مو په تيره کي کوم سياسي تړاو درلودى ، ګډ م� �ي،افغاني غبرګون ته جدي اړتياشته. په غونډه کي پرته له دې څخه چي ددې کميټى داړوندچارو په هکله بحث اوپريکړى وشوې، دديو� �نددتحميلي اوفسخ شوې کرښي ددواړوخواووميشتوقومونوترمنځ دسولي اوامن جرګې په هکله هم خبرې وشوې او داسى وانګيرله شوه چى دداسي مهمي جرګې رابلل او جوړيدل دهيوادپه داسي حساس سياسي پړاو کي  چيرى چى زموږ دټولوافغانانو سرنوشت  ورسره تړلى دى،بايد د پاملرني اوداحتياط نه ډک ګام پورته شي. له دې کبله پريکړه وشوه چي دجرګې کميسيون ته دې  دبريتانيا څخه دعمل دکميټې اوميشتوافغانانو په استازيتوب څو تنه چى دهيواد دسرحدي سيمو،قومي جوړښت اوسياسي انډول استازيتوب کولاى شي په جرګه کي دګډون لپاره وروپيژندل شي. په غونډه کي ټولوګډون کوونکو په خپل واردداسي نوښت هرکلى وکړاوپه تاکيد سره يي دداسي ګډ بين الافغاني نوښت چى دافغانانونژديوالي، يووالي اواتفاق ته لورى ورکوي، پ� �عملي اوپرله پسې کار ټينګاروکړ.                                 &nbs; p;                               & nbsp;                              &nbs; p;           ",په بريتانياکي دعمل نړيوالي کميټې غونډه جوړه سوه 6191,بېلابېل ليکوال," عبدالله احسان لاندني سرليکنه اويوشمېر نور چي تر اوسه بېنواويبپاڼي ته نه دي رسېدلي د ۲۰۰۶ کال د نوامبر دمياشتي پر پنځه ويشتمه نېټه د سويډن د مالمو په ښار کي د کانديداکاډميسن محمداعظم سيستاني په وياړ جوړي سوي غونډي ته ليکل سوي دي . ددې غونډي په اړه پوره راپور په ږغ ، انځور او متن کي له دې ځايه وګورﺉ . ځوان نسل او سالمه روزنه  - د کنفرانس پرانستونکې وينا        حبيب الله غمخور ترکوم ځايه چې زه سيستانی پېژنم (پوهاند م .ا. زيار )  پوهاندډاکټرمجاور احمد زيا� � کډوال،کلتوري ستونزي اودحل لاري (پوهنوال ر.باوري)      پوهنوال رسول باوري پر اقتصاد، سیاست، ښوونې او روزنې کلتوري ټکر او . . . . . . . . شریف بهاند - جرمني دهالنډد اسن دښار څخه دسلام فرهنګي ټولني پيغام . . . . . . . . . . . .پوهنوال رسول باوري له استرياڅخه د افغان ولس کلتوری ټولنی پیغام .  . . . . . . . . . . . . .  ډاکټربسم الله امير د ښاغلي سيستاني يادغونډي ته د افغان رسالې پيغام . . . . . .. . . .احمدشاهوتکي دکانديد اکاډمسين محمداعظم سيستاني ژوندليک . . . . . . . . . حبيب الله غمخور ايا زموږ ټول کلتوري توکي مثبت اوبهرني منفي دي . . . . . . . . .ولي شاه طبيب/کندهار ځوان نسل اوسالمه روزنه - د هدايت الله هدايت � �يکنه . . . . . . . . .هدايت الله هدايت دځوانانوسالمه روزنه پایداره هڅې غواړی . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . دشېرساپي ليکنه ځوان نسل او سالمه روزنه . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . پوهنمل ح اجي محمد نوزادي  دسيستان سيستانی ! . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . دنجيب احمدزي ليکنه  دانسان دتکامل روان پوهنه او دځوانانو سالمه روزنه        ډاکټرظفر لرغون   ملي ک� �تور او مورنۍ ژبه                              &nb; sp;    شهسوار سنګروال نيازی  راځۍ چي داستاد سيستاني څېړنو ته تم شو                 شهسوار سنګروا نيازی ","ځوان نسل او سالمه روزنه - اودکانديداکاډمسين م اعظم سيستاني په وياړ غونډه ( پيغامونه او مقالې )" 6192,محمدانورکاکړ," محمد انور كاكړ وايي چي هيڅ داسي يو اثر نشته چي تر كره كتنه لوړ وي، خو كله_كله سړى له داسي اثارو او خپرونو سره مخ كېږي چي بېخي په ك� �ه كتنه نه ارزي، چي له دغه ډول خپرونو څخه يوه هم په كندهار كي خپرېدونكې اوونيزه (سورغر) دى، زياتره وخت مي دا هيله وي چي راشه پر سورغر يو څه وليكه، خو رښتيا خبره دا ده چي د دې خپروني پر ډګر له سره تر پايه د چټليو او غ� �طيو دومره خرې چپه شوي وي چي سړى بېخي ورته تم كېدلاى نشي او هغه د چا خبره چي سره ښوروې يې، نو نوري يې هم ډډوزي ولاړېږي، نو زه هم همداسي په پټو سترګو او لاس پر پزه نيولى ځني تېرېږم. دا بدبختي نو يوازي د سورغر په كور نه ده ورننوتلې، نن په افغانستان كي د نورو بې شمېره خپرونو هم ورته حال دى او دا هم د بې منطقه او بې بندوباره ديموكراسۍ بركت(!) دى، چي د پرديو ډالريزو فنډونو په زور يې زموږ ځيني وږ سترګي او سراښ افغانان داسي د خپلو ملي ارزښتونو، ملي فرهنګ او ملي هويت غليمان كړل چي نور دښمن ته اړتيا نشته، چي زموږ د معنويت پر ملي پيكر باندي مخامخ ګوزار وكړي، بلكي زموږ د معنويت بنسټ ته يې خپله افغان وينه ورخوشي كړل. تر پرونه خو زموږ ځينو ليكوالو د خپلو قلمونو تر څوكو د اورونو لمبې د ((پنجرې)) جريدې، ((مجاهد)) جريدې، ((هفته نامه كابل))، ((چراغ)) جريدې، طلوع ټلوېزون او. . . پر خوا ور خوشي كولې او دا فريادونه پورته وو، چي هغوى زموږ د ملي هويت او ملي ارزښتونو سپكاوى كوي، خو نن راشه، له (سورغر) اونيزي سره يې ګزوه، چي په پښتو ژبه د پښتني جغرافيې په زړه (كندهار) كي خپرېږي. بيا هم وايم چي ټول(سورغر) نه په كره كتنه ارزي او نه يې حوصله لرم، هغه ټوكه � �ايادېږي چي وايي، كوم چا ته مېلمه راغى، هغه وريجي ورته كښېښودې، مېلمه ته د وريجو په ګولو كي ډبره ورغله، كو� �به وويل چي په وريجو كي دانه مانه ډبره شته، مېلمه ورته وويل چي نه په ډبرو كي دانه مانه وريجه � �ته. اوس هم په (سورغر) كي دانه مانه سمه خبره هم كله_كله راوزي نور نو . . . خو دا چي اوس مي ولي احساسات راپارېدلي دي كيسه داسي ده چي د (سورغر) د دويم كال د وږ ي د شپږويشتمي، د شپېتمي ګڼي پر لوم ړي مخ يوه سرليك د خندا او ژړا له يوه لېونتبره حالت مخ سره كړم او ورسره سم مي د فرهنګ، ملت او هيواد په وړاندي د يوه ژورناليست احساس وكړ، د دې لپاره مي قلم پورته نكړ چي پر (سورغر) اوونيزه دا پېرزوينه لرم چي ځان اصلاح كړي، ځكه هغه له لويه سره د داسي ارمان لپاره نه ده رامنځته شوې, بلكي د خپل بېوزله ملت د څه نا څه پوهولو لپاره مي خوله خلاصه كړه چي هغوى ته وښيم چي د مادياتو بندګان څنګه لمر په دوو ګوتو پټوي او څنګه د بېوزلي جنګ او جهالت ځپلي ولس د شعور په سترګو كي د خپلو خودغرضيو خاوري اچوي. څنګه د دردونو او مصيبتونو جهنم د خوښيو په جنت ماوا معرفي كوي؟ سرليك په دې ډول دئ: (( په كندهار كي د بيا غوني كارونو ته كتنه)) بيا يې د ورپسې ګڼي پر لومړي مخ د پاى په كرښو كي دا ډول بخښنه غوښتې وه. (( بخښنه، د تېري ګڼي په لومړي مخ كي يو سرليك چي د_ بيا رغوني_ له سرليك څخه د كمپيوټري تېروتني له امله _ر_ پاتي شوې وه، سورغر اداره يې په اړه له ټولو لوستونكو نه په څو ځلي بخښنه غواړي.)) خو زما په اند رښتيا خبره دا ده چي سورغر ادارې بايد د سرليك په باب بخښنه نه واى غوښتې، بلكي د لاندي متن له امله يې غوښتې واى، ځكه چي په كندهار كي د بيارغوني كارونه بالكل او كټ مټ له هماغسي برخليك سره مخ دي، لكه په دغه سر� �يك كي چي ليكل شوي دي او دا بايد كمپيوټري تېروتنه نه بلكي د هغه حق، حقيقت او واقعيت رښتيني اغېز او كرامت يې وبولو چي د سورغر ادارې يې د مسخه كولو تكل درلود، خو د يوې نيكي اشتبا له مخي يې نه يوازي دا چي مسخه نكړاى شواى بلكي لا ځني وځلول شو. په كندهار كي دا اصطلاح شته چي كله كوم كار خراب شي نو وايي چي . . . شو، نو په كندهار كي خو تر روښانو روښانه خبره ده چي د بيارغوني كارونه ټول و . . . شول، نو بايد چي همداسي يو سرليك ورته غوره كړل � �ي. خو له بده مرغه چي په متن كي بيا د دغي ادارې، چاپلوسه څېره ښكاره شوې ده او د حقيقت رڼا يې د خپلو درواغو په تورو زړكو پټه كړې ده او ښه په جګه غاړه يې دا ضد او نقيص جملې ليكلي دي: (( له كندهار نه كه له يوې خوا د جنګ جګړو او نا امنيو خبرونه تر لاسه كېږي، نو له بلي خوا يې د بيارغوني په ډګر كي خو� �ا ګړندى مزل وهلى، اوس هغه كندهار نه دى چي پنځه كاله وړاندي ليدل كېده، د ښار نژدې ټول سړكونه پاخه شوي، په ښار كي په سلګونو څو پوړيز ماركېټونه او تعميرونه تر سترګو كېږي، په مجهز او عصري ډول ډېري ودانياني پكي رغول شوي دي او له دې سره_سره د نويو ښارګوټو جوړېدنه هغه څه دي چي كندهار ښار يې د تنګ او تروش حالت نه ايستلى دى، د كندهار ښار ختيځ پلو د كابل كندهار د لويي لاري اړخ ته د احمدشاهي ميني په نوم يو خورا ښكلى او نوى ډول ښا� �ګوټى جوړ شوى دى، نوموړى ښارګوټى چي لا اوس هم تر كار لاندي دى، تر دا مهاله پكي يو سل شپېته عصري كورونه جوړ شوي دي، د كورونو تر منځ وړې_وړې جادي دي چي پر دواړو غاړو يې زرغونې وني ولاړي دي. د همكار په نامه د يوه افغاني شركت له خوا د نوموړو سړكونو د قير كولو كار روان دى، چي د عينو مېني د مسول باچاخان په وينا دوو م ياشتو كي به د سړكونو د پخېدو كار بشپړ شي، د همكار ساختماني شركت رئيس حاجي عطاجان وويل چي د دوى شركت به په � �ېر ښه كيفيت باندي دغه سړكونه  قير يا ډامبر كړي، ده وويل چي د كرز او ذاكر تر منځ سړك هم د دوى شركت جوړ كړى، د لومړۍ ناحيې د امام بارې د مخ سړك هم د دوى د شركت له خوا جوړ شوى، ښاغلى عطاجان وويل چي په دوو مياشتو كي به د دغو سړكونو د جوړېدو كار بشپړ شي، باچا خان وويل چي په نژدې راتلونكي كي به د ا� �اكوزيا افغان شركت په مرسته دوه نور د لوبو ميدانونه هم د كركټ او فوټبال لپاره جوړ شي. باچا خان وويل. . . .)) سړى نه پوهېږي چي دا د هوښ نه بلكي د نشې په حالت كي ليكل شوى او . . . شوې ليكنه څه ډول كره كتني په لابراتوار كي تر كره كتنه او ارزونه لاندي ونيسي؟ د سورغر اداره چي له لويه سره د ژورنا� �يزم او ليكوالۍ په اصولو شك هم نه ده، د امتياز څښتن خو يې د ښوونځي مخ هم نه دى ليدلى، آ نور پرسونل كي يې هغه سرغنه كه يې له لومړني ښوونځي څخه فارغ وي لا به هم لويه خبره وي، ځكه خو يې نو د دغي ليكني تر ادبي كمزوريو او ژ� �ونالستيكو ګډوډيو تېرېږم او يوازي يې هغه د حقيقت د مسخه كېدو روحيه رابرسېره كوم. دلته د سورغر اداره دا چالاكي كوي چي په يوه ټك د څو نښو ويشتلو هڅه وكړي، سړى نه پوهېږي چي د ((عينو مېني)) كه ((احمد� �اهي مېني)) لپاره لومړى پروپاګنډ كوي، هم د ((همكار)) شركت د كار د ښه كيفيت(؟!) اعلان كوي، بله بلا دا كوي چي په خورا بې ارتباطه توګه د اراكوزيا افغان شركت جار هم وهي او تر ټولو لويه موخه يې نو د كندهار د اوسنۍ ادارې پر فاسده، كرغېړنه، كمزورې او يو مخ ناكامه څېره باندي د خپلي چاپلوسۍ نقاب غوړول دي، دوى غواړي چي د يو څو زورورو د شخصي پانګي د لا ډېرښت لپاره شخصي جوړېدونكى ښارګوټى (هغه هم په ناقانونه توګه) د ټول كندهار  بيارغونه او پرمختګ وښيي او پر ګوتو كشمير جوړ كړي، خو ((كه شپه تياره نو مڼې په شمار دي)) كه ولس جهالت او ناپوهۍ ځپلى دى او تاسو يې په سپين سترګۍ، بې رحمۍ او زړورتوب سره په سترګو كي خاوري او ايرې پاشلاى شئ، نو د دې خوار مېړني ولس له منځه د يوه پايلوچ قلموال اړتيا ده چي ستاسو لمن پر سر در اړولاى شي، او د نارواوو د � �ول ږغ مو د نړۍ تر كونجه رسولاى شي. تاسو اول دې ناځوانۍ ته وګورئ، سورغر له كندهاره د جنګ جګړې خبرونه يوازي ترلاسه كوي، خو د بيارغوني په اصل كي( بياغوني) اوږده، ننداره پخپلو سترګو كوي، نقل قولونه را اخلي هغه هم يوازي له يو اړخيزي سرچينې څخه. خو د فټبال ګين غوندي په پښو كي رغړېدونكى او پلورل � �وى راپلورل شوى، افغان ملته رښتيا خبره دا ده چي دا ټول درواغ دي. سوچ درواغ او خره درواغ. سورغر كه د جنګ جګړو او ناامنيو خبره تر غاښ لاندي ژوولې كوي، خو رښتيا خبره دا ده چي پرون شپه، نن شپه او سبا به هم داسي وي دا هره شپه او ورځ د كورنيو او باندنيو، سيمه ييزو او نړيوالو رسنيو لوى سرټكي د كندهار د جنګ جګړو، د كندهار د ناامنيو، د كندهار د خرابۍ او تباهۍ او په كندهار كي د لويو بشري ناورينونو په اړه وي، زه يې هم وينم او اورم، ته يې هم، هغه بل يې هم، افغانستان يې هم او غونډه دنيا يې هم ويني او ګوري او دا په داسي حال كي ده چي د دغه لوى بشري ناورين بشپړ او رښتيني انځور لا كله_كله د ژورنالستانو د ډار يا طمعي او يا هم د ادارې د فشار له امله نه دى رابرسېره شوى، اداره په دې هڅه كي ده چي څنګه رسنۍ يا د زور يا هم د سورغر غوندي د يوې غوړي ګولې په بدل كي د دغه لوى بشري ناتار او تقريباً قتل عام له رښتيني انځور ښوولو څخه راوګرځوي. هغه چي د كندهار عزت لوټېږي ، هغه چي په كندهار كي اداري فساد اوج ته رسېدلى دى، هغه چي په كندهار كي په سپينه ورځ غلا او لوټمار روان دى، هغه چي په كندهار كي په سپينه ورځ د ملي پوځ، ملي پوليسو او نړيوالو ځواكونو په مخ كي انسانان وژل كېږي. او هغه چي د كندهار د عظمت او پرتم څلي په خورا بېغوري او ناځواني رانسكورېږي، دا خو لا رسنۍ په خبري هم نه دي. د كندهار د پنجوايي ولسوالۍ كي چي د دولت له خوا د انسانانو پر سرونو د نړيوالو ځواكونو د غوبل د پاى اعلان وشو، نو د كندهار والي اسدالله خالد پنځه سوه ديارلس تنه طالبان او پنځه ولسي كسان مړه وبلل، په داسي حال كي چي د درو مياشتو پرله پسې بمباريو په هغه لومړۍ شپه چي كوم ټپيان ميرويس روغتون ته � �اوړل شوي وو، نو د هغه كوچني ژړا د بي بي سي راډيو له لاري، چي د دغي راډيو د كندهار خبريال، ميرويس افغان ته يې كړې وه، ټولي نړۍ واورېده چي يوويشت كسيزه كورنۍ يې ټوله يو مخ پوپنا شوې او دى يوازي هغه هم سخت ټپي پاته وو، نور نو وايي چي درواغجن دي درواغ وايي رښتيا ګو دي قياس كوي. د دولت له خوا يو دم اعلان چي د پنجوايي او ژړۍ ولسواليو خلك دي په ۲۴ ساعتو كي له خپلو كورو ووزي، اوس نو دا سليم عقل څنګه ومني چي د نيم كندهار زرګونه كورنۍ دي په دومره لنډ زماني واټن كي خپل كورونه پرېږدي، هغه هم په داسي حال كي چي، نه د دوى � �پاره د دولت له خوا د استوګني كوم كمپ جوړ شوى، نه په يوواري د دوى د لېږد لپاره په اطرافي او صحرايي سيمو كي د ترانسپورټ اسانتيا وه او نه ورته برابره كړه شوې وه، كه فرضاً دا اسانتيا شتون هم لرلاى، خو چي له هغه كنډ و كپر سيمو او لارو څخه دوى راوتلاى هم دومره لنډ وخت كفايت نه كاوه، بيا چي راوتلي هم واى چيري تللي واى؟ ځكه د دولت له خوا د استوګني كوم پنډغالى ورته نه و جوړ شوى او نه يې د كوم قوت و لايموت غم خوړل شوى وو. بله د غم خبره خو دا وه چي دولت خلكو ته پر عام سړك د تګ امر كاوه، كنه د حتمي مرګ كومي ته � �وېدل، خو طالبانو بيا پر عام سړك ورته د مرګ بلا درولې وه او شېلې او كنډي كپري يې د دوى د ژغورني سمه لار بلله، بالاخره د دې بدمرغه ولس په تندي كي د حتمي مرګ، د حتمي قتل او د حتمي بشري ناورين كرښي ليكلي وې، تر ۲۴ساعته وروسته هيڅ ونه شول، يوازي محشر جوړ شو، د يوويشتمي پېړۍ د تكنالوژۍ زور د كندهار په يوه كونج كي د وسله وال ځواك په بڼه نندارې ته وړاندي شو، بېل_بېل د هر مړي د ښخولو نه وخت وو، نه يې امكان، نه يې غمخور او نه يې هم اړتيا وه، بلكي هر كور، د هري كورنۍ لپاره يو ډله ييز قبر شو، هغه چي طالبانو اووه كاله وړاندي د كابل د شمالي ډنډ په باغونو او ځمكو كي بلډوزران ګرځولي وو، سړكونه يې پكي ايستلي وو، له هغوى څخه يې د هغوى د ژوند امكانات اخيستي وو، دا دى نن د پنجوايي پراخي ولسوالۍ پر خلكو نه يوازي دا چي ړندې بمبارۍ وشوې، بلكي ټول باغونه يې هوار، سړكونه پكي تېر او د بې وسه ژوندانه هغه بېوسي هم ځني واخيستل شوه، له يوې خوا وچكالۍ ځپلي، له بلي خوا طبيعي � �فتونو ځپلي او اخير هم د امريكا په مشرۍ د نړيوالي ټلوالي جهاني قهر ورباندي سوړ شو، دا زه څه وايم، دا قهر نه سړېدونكى دى، د كوچني اختر پر درېيمه د چارشنبې په ماښام د دغي ولسوالۍ پر زنګاوات كلي بيا هم ړنده بمباري و� �وه، تر سلو زيات عام وګړي يې له ژونده لاس پر سر او كورونه يې په ګورونو ورته واړول، چي دا رقم خو هغه څه دي چي رسنيو راوتلي دى، رښتيا دا ده چي تر اوسه كله هم د تلفاتو دقيقه شمېره رابرسېره شوې نه ده، پر دې لا هم د ادارې � �هر راپارېدلى چي ګواكي رسنۍ درواغ وايي، بېله شكه چي ځيني رسنۍ درواغ وايي، په تېره بيا په كندهار كي د نړيوالو رسنيو استازي چي هم د خپلي ادارې غوړ لوښي څټي او هم يې د زورورو چارواكو رېزه خورۍ ته چارزانو وهلى وي. دوى تل واقعيتونه د چارواكو او دولت په ګټه هغسي مسخه كوي لكه چي د سورغر پر هغې موږ ږغېږ و. ولسمشر كرزي پر دغه پېښه خواشيني وښوده او په كابل كي يې مطبوعاتي كنفرانس ته د لړم پر پنځمه وويل چي ده ته له زنګاواته عليشا په ټليفون كي وژړل چي ټوله كورنۍ يې تبا شوه،دى به يو د پلټني پلاوى واستوي. رښتيا دا ده چي د ولسمشر غوږ ته خو يوازي د عليشا د چېغو ازانګې ورسېدې، هغه هم د يوې ديپلوماسۍ له مخي، خو هغه فريادونه چي په دغه محشرخېزه سميه كي د آسمان غوږونه كڼوي، د ولسمشر تر غوږو چيري � �سېدلي دي او دا د پلټني كارونه خو چي د ښاغلي كرزي اداره جوړه شوې روان  دي، نه يې پايله تر او سه اعلان شوې او نه به اعلان شي. د كندهار والي اسدالله خالد خو لا عام ولس په دغسي پېښو ګرم بولي چي دوى ولي له طالبانو سره مرسته كوي او د ځانو  دفاع پخپله نه كوي، دا نو هغه كيسه ده چي دلته خبره اوږد وي، زه به انشاالله بل وخت ورباندي قلم پورته كوم. د كندهار د ډنډ ميرويس مېني او عيدګا دروازې دوراهي سيمي خو دانسانانو په قصابخانو بدلي شوې، داسي ورځ دي نه وي چي د ځانمرګو برېدونو په ترڅ كي دي دلته د لسګونو انسانانو خوږ ژوند د مرګ تندره نه نيسي چي دا هم ځانته څېړنه غواړي. درنو لوستونكو تاسو فكر وكړئ چي د دغسي يوه قيامت په ترڅ كي د بيارغوني كارونه د كوم م نطق پر بنسټ كېدلاى شي؟ د سورغر په دې رپورت نومي ليكنه كي سړى هيڅ داسي بانه نه ويني چي پر بنسټ دي يې دغه ليكنه بايد وشي، په اصل كي دغه ليكنه بايد يونيم كال مخكي شوې واى، ځكه ليكنه موږ ته د كندهار يونيم كال مخكي انځور وړاندي كوي، كله چي د ولسمشر حامدكرزي د پېرزويني له مخي واليان بدل رابدل شول، د كندهار والي ننګرهار او د غزني دا كندهار ته رابدل شو، نو دلته هرڅه پر بله واوښتل، اسدالله خالد چي كله كندهار ته راغى نو د ده لومړنۍ خبره دا وه چي امنيت تر هر څه مهم دى، بيا رغونه خو هر وخت كېدلاى شي، چي امن نه وي بيارغونه هم ناممكنه ده، ده بيخي رښتيا خبره كوله، خو د امن مو دغه حال شو چي مخكي مو يې يادونه وكړه، د بيارغوني ټولي هغه پروژې چي د مخكني والي له خوا په كار لوېدلي وې په ټپه ودرېدلې، هغه پروژې چي ډيزاين شوې، خو هغه چي كار يې روان و، هم هماغسي نيمګړي، ماتي ګوډي پاتي شوې، چي تر ټولو پاموړ يوه يې چي هغه د چا خبره ړوند يې هم ويني د كندهار د عيدګا جادې پارك دى، چي وايي ګل اغا شېرزي په كوم بهرني هيواد كي كوم پارك ليدلى و، د هغه نقشه يې دلته پلي كو� �ه، وايي چي د دوو سوو زرو ډالرو په بيه يې زرګونه موټره خاوره ورته رواړه، خو د نوي والي په راتګ هماغه خاوره بېرته په هماغه قيمت ځني وايستل شوه او د اوسنۍ بدرنګي نقشې كار يې هر څوك پخپلو سترګو ويني چي خداى خبر د امام مهدي له راتګه سره به لا هم بشپړ شي كه نه؟ د كندهار بولدك سړك چي ښه ګړندى كار پر روان و، يو ځل چي يوسف پښتون د كندهار والي شو په ټپه ودرېد خو د ګل اغا شېرزي په بيا راتګ سره بېرته پيل شو، ا و د ده له تګ سره بې� �ته په ټپه ودرېد، د لومړۍ او دويمي ناحيو د سړكانو كار چي جغل اندازي شوى وو، يوازي يې د قير اچولو كار پاته و، هغه هماغسي په دوړو كي غرق سپېره پاته دى، د نوي ښار او دوراهي سيمو سړكان هم په عيني ډول دي، هرات بازار او ښكارپر بازار چي د ښار زړه ګڼل كېږي د بيارغوني پروژه يې وركه او سړكان يې تر بدو په بتره حالت كي پراته دي. سړى به دلته د كومي ناخوالي بېلګي راوړي، كله_كله چارواكي بانه كوي چي دوى لګښت په جنګ كوي، خو دا هم سمه نه ده د جنګ لپاره د اوپراتيفي پيسو په نامه بېل تخصيص راځي دا پوښتنه تر اوسه هم نه ده ځواب شوې، چي دغه د بيارغوني پيسې پر كومه ځي؟ آيا سورغر چي د مليتوب او خپلواكۍ دعوه كوي، د يوې اونيزي په توګه دا ورته اړينه نه وه چي د دغي پوښتني دقيق ځواب يې پلټلى واى، او د دغو ناخوالو يادونه غوندي يې كړې واى، د دغي ((بياغوني)) لامل يې مالوم كړى واى او لږ تر لږه يې د يوه بې پرې ښاري نظر خو هم اخيستى واى چي د دې بدمرغه ولايت او بدمرغو وګړو څه حال د� �؟ د تېر يوه نيم كال راهيسي چي دغه نوى والي راغلى دى، د يوې لوړپوړيزه ودانۍ د بنسټ ايښوولو كار څوك نشي ښوولاى، له دغو بې امنيو سره ټول هغه شخصي كارونه چي كېدل هم په ټپه ودرېدل، لوى شركتونه خو پر ځاى پرېږده چي يوه عادي دكاندار ته كار او بار خبره وكړې، په ډېره خواشيني څېره به درته ووايي چي خپله كرايه نشي پيداكو� �اى، په دغسي يو حالت كي سورغر ته څنګه دا هوس ورولاړ شوى دى چي در ګرده د حقايقو په غوبل اخته دى، مخامخ توره شپه خلكو ته په سپينه ورځ ښيي؟. آيا د سورغر لپاره دا ضرور نه وه چي دا مسئله يې څېړلې واى چي په اداره كي د چارواكو بدلون رابدلون بايد مثبتي پايلي ولري، اما دلته د ولسمشر دغه بدلون څه پايله ودرلوده؟ هغه كندهار چي رښتيا هم څېره يې په خورا چټكي سره د يو مخ بدلېدو په حال كي وه، د پرمختګ يوه خورا ګړندي څرخ ته � �وېدلى و، څنګه او ولي دا څرخ ودرېد او هغه كندهار د خپل تاريخ و ژوري ته او توري كندي ته ورټېل وهل شو؟ دا خو به معقوله وي چي د يوې سيمي بريالى چارواكي بلي ته تبديل نشي او هغه وروسته پاته سيمه په اباده كړاى شي لكه ګل اغا شېرزى چي كندهار خو يې له بركته بې برخي شو، مګر ډېره ښه دا شوه چي ننګرهار خو يې د بيارغوني او پرمختګ څرخ ته واچاوه، خو څنګه كېداى شي او ولي بايدداسي وشي چي د يوې سيمي ناكامه چارواكى دي بلي ته تبديل كړه شي، چي د خلكو د نوي، پرمختللي او هوسا ژوندانه ټولي هيلي دي له خاورو سره خاوري كړي؟ ښه دا خو به احم� �انه كار وي چي له سورغر څخه د دغسي څېړني هيله ولرو، ځكه هغه خو نوره تر لمر سپينه خبره ده چي د چارواكو په چوپړ كي ده. په دې كليشه يي خبرو به ښايي د ځينو نورو خپرونو غوندي سورغر هم د ځينو خلكو ذهنونه تېر باسي چي: ((سورغر اوونيزه خپلواكه او ناپېيلې ده، له هيڅ ډلي، ګوند او يا دولت سره تړلې نه ده، بې پرې خبرونه او ليكني خپروي، د چا پر شخصيت تېرى نه كوي او نه هم د چا گټو ته تاوان ور اړوي. د سورغر پاليسي له افغانستان او د دغه هيواد له ملي ګټو څخه ساتنه ده، د هيواد د ملي ګټو په وړاندي سورغر د هيچا مراعت نه كوي.)) وايي چي ټول خلك د څه وخت لپاره تېر ايستل كېداى شي، خو ټول خلك د تل لپاره نشي تېر ايستل كېداى، په پخو اسنادو او شواهدو يې ثابتوم چي د سورغر پاليسي سل په سل كي د پورته شعار برعكس ده، يوه بېلګه يې درته وړاندي كوم. د سورغر د لومړي كال په اتلسمه ګڼه كي، د دغه اونيزي د درو تنو د استعفا خبر داسي خپور شوى و: (( د سورغر اونيزي درو تنو كاركوونكو استعفاوي وړاندي كړې)) د پام وړ ده چي د سورغر درو تنو كاركوونكو هر يوه څارونكي مدير عبدالاحمدمحمديار، مسئول مدير صالح محمد صالح او خب� �يال حكمت الله سروش د لړم د مياشتي په سر كي د سورغر اونيزي ادارې ته خپل استعفا ليكونه وړاندي كړل چي تر غور وروسته د سورغر ادارې له خوا ومنل شول او د لړم د مياشتي د شلمي نېټې څخه وروسته نور د هغوى هر ډول رسمي اړيكي د سورغر اونيزي د ادارې سره پاى ته ورسېدې نو د همدې نېټې نه وروسته سورغر اداره د دوى د كړنو هيڅ ډول مسئوليت په غاړه نه اخلي)). په خبر كي د دوى د استعفا لامل نه و، روښانه شوى، ما هم هغه وخت سر په ونه ګرځاوه، خو چي كله مي د دغي ليكني هوډ وكړ، نو ضرور مي وبلله چي د دوى د استعفاوو دليل پيدا كړم، هغه وو چي دوى درې سره مي وپوښتل، د دوى درو سرونظر يو ډول و، دوى وويل: (( موږ د هماغه شعار پر بنسټ چي تاسو يې مخكي يادونه وكړه دبي بي سي  له  خبريال ميرويس افغان او اراكوزيا افغان ادارې سره د تړون له مخي سورغر اوونيزه تاسيس كړه، له كاچوغي نيولې تر دېګه، پر دې او سر پردې، كمپېوټر او دفتر م و هر څه برابر او منظم كړل، تر پنځلسمي ګڼي پوري مو وچلاوه، پر وطن، خداى او ملت د ايمان پر بنسټ مو دغه مقدس كار ته اوږه وركړه، خو وروسته چي مو كتل نو د لوړو مسئولينو له خوا هر څه زموږ د ټاكل شوي پاليسۍ پر خلاف � �اباندي تپل كېدل، هر څه د ژورناليزم او ليكوالۍ د اصولو خلاف او زموږ د ملي روحيې پر ضد او د يو څو چارواكو د خوشالولو لپاره راته ويل كېدل، دوى فكر كاوه چي نور يې نو موږ د خپلو مادياتو په ځنځيرونو تړلي يو، خو موږ چي ځانونه مو د خپل معنويت دفاع ته وقف كړي او هيڅكله مو هم د چا ډالر، باور او زور ته سجده نه ده لګولې، ځكه مو په دې ملي ضد سنګر كي د خپل غرور سر له ټيټېدو وساتى او. . . )) تر دوى وروسته ځينو نورو يارانو هم په دې سنګر كي د تجربې ګام كښېښود، خو چي هلته يې خپل معنويت، ملي غرور او حيثيت او د ژورناليزم او ليكوالۍ تقدس او د قلم عفت ته ګواښ وليد، نو په تاخته يې بيرته ايله سرونه ځني راوايستل چي د بېلګي په توګه، زياركښ، حشمت الله ساحل، عبدالحميد ترابي، مفتي احمد فرزان او څو نور يادولاى شو چي خپل حيثيت يې د اولنيو درو غوندي د سورغر له داغه ژغورلى دى. تر دې ځايه مي يوازي د سورغر يوه ليكنه تر شنني لاندي ونيوله، چي لا مي هم بشپړه ارزولې نه ده، كه د چا د سورغر د غړكي له شاربلو سره علاقمندي وي مازي دي اشاره وكړي، داسي به يې ورته وشاربم چي په كوچيو به يې نه يوازي دا چي سر، پښې او برېتونه ورغوړ كړم بلكي تر دا پزي به يې په موړ هم كړم. انشاا� �له د ملي ارمانونو د سنګر ساتونكى سرباز ۶/۸/ ۱۳۸۵ ",د سور غر چاپلوسي، په زړه پوري تصادف 6193,لوی اختر خبرتيا,"   ",درنوهيوادوالو ! راځی لوی اختر په ګډه ولمانځو 6194,سراج الحق ببرک زی ځدراڼ,"   1سراج الحق ببرک زی ځدراڼ  ١ . اوبه ژوند دی اوبه د نړۍ تاريخ ته يو خورا مهم توکې دي، ځکه له اوبو نه ژوند راوتلې دي . اټکل ٤٠٠ ميليونه کاله مخکې د لومړۍ ځل لپاره د اوبوژوند سورې ورو ورو ځمکې ته راوختل. د نړۍ ټول تمدونونه اوبو ته نږدي وده کړي او په پښو دريدلې دي . ځکه اوبه يوازې د څښلو لپاره نه بلکې د کرنې، سوداګرې، ترانسپورټ او د دفاع لپاره کاريدلي دي . اوبه زموږ د خوراک خورا ارزښمن او مهم توکې دی . د انسان وجود  ٪ ٦٦ له اوبو څخه جوړ شوي دی.  يو سړي چې ٧٠ کيلو وزن  ولري، اتکل ٤٢ کيلوګرامه اوبه له ځان سره ګرځوي . د ونو او بوټو زرغونې پاڼې له ٪ ٨٠ نه تر ٪ ٩٠ پوري اوبه لري . اوبه په طبعيت کې يو ډير په زړه پورې عنصر دي. ځمکه ٪ ٧١ پر اوبو پټه ده. اټکل ٪٩٧  د ځمکي اوبه ټوکې يا مالګينې اوبه دې، ٪ ٣ خوږي اوبه او له دي اوبو نه اټکل ٪ ٠،٠٣د څښلو اوبه دي. اوبه  په نړۍ کي يوازنی توکی دی چې د ځمکې پر مخ د غازو، مايعو يا اوبو او د کنګل په شان شتون لري. په نړۍ کې ١،٢ ميليارده انسانان پاکو څښلو اوبو ته هيڅ لاره نه لري. ٢،٤ ميليارده انسانان چې د نړۍ ٪ ٤٠ وګړي جوړه وي، دوی نه شي کولای خپلي استعمال شوي اوبه په سمه توګه غونډي کړي . همدا دناولو او چټلو اوبو او د کاناليزسيون نشتوالې ٪ ٨٠ ناروغيو لامل په دريمه نړي کې ګرځې. د نړۍ روغتيايې سازمان  وايې چې هر سړي په ورځ لږ تر لږه شلو ليترو پاکو اوبو ته اړه لرې، چې سړې صحې ژوند وکړي شې. د دريوو نه تر پنځه ليترو پوري د پختنګ لپاره، او نور د پاکۍ او نظافت لپاره مصرف کيږي. يوازې پر صابون د لاس مينځلو په وجه د ډيرو وژونکې ناست ناستې يا دنسه ناروغيونو کچه يو په پنځو کې راکښته کيږې. سړي کولای شې ډير وخت به له غوړو ژوند وکړي، خو په لږو ورځو کې به له اوبو ژوند نشې کولای . بې اوبو ژوند نشته، به له اوبو ژوند پرځمکه ناشونی دی . د اوبو ځای هيڅ شی نشې نيولای او د ا نسانانو، څارويو او نباتاتو لپاره د ژوند يوازنی توکی دی . دغه ټکي د بشريت په تاريخ کې خورا مهم ځليدلې دي .. يو نه ليکلې شوې حق يا رښت دهرا نسان پر اوبو شته . د څښلو اوبو رښت هر چير ته شته، د اوبو رښت يا حق يو د ډيرو زړو حقوقو څخه دی. څوک چې د اوبو څخه ګټه اخلې، هغه د اوبو ساتنه هم کوي.د مسيحيت نه شپږسوه کاله مخکې کې د يونانيانو او روميانو په قانون کې د اوبو څخه د وګړو استفاده ليکلې شوي وۍ . د هر انسان رښت پر اوبو له دغې وخت څخه ثابت کيږي. ملګروملتو نو دوه زره دريم  کال د اوبو نړيوال کال ونوماوه او هر کال  د مارچ ٢٢مه نېټه  يې د اوبو نړيواله ورځ اعلان کړه. په نړۍ کې دغه ٪ ٠،٠٣ اوبه په ډير غيرمتوازنه کچه سره ويشل شوي دي.د نړۍ وګړي ورځ په ورځ ډيريږې. د يونسکو په اټکل تر ٢٠٥٠ کال به د نړۍ وګړي تر ديرشو ميلياردو پور ورسيږي. د ستهکولم نړيوال اوبو انستيتوت شميره له مخي ٨٤٠ مېليونه انسانان د خوراک له کمښت  سره مخ دي اويا په ډاډ مندتوب سره خوراکې توکې ورته نه دي برابر شوي. د اټکل له مخه تر ٢٠٥٢ کال پوري کيدای شي چې دوه ميليارده  يا تر دې ډېر خلک له دې پلوه زيانمن شې. په همدي وجه د کيميا او فزيک پوهان، انجنيران په نوي پرمخ تللې تکنالوجې کار کوي، چې د راتلونکې اوبو کړکيچونو مخه ونيسې.همدا اوس هر دريم سړې د تږې او وچکالې څخه ځوريږې . چې عامل يې لږ طبيعې ناورينونه دي . ډير کله سياسې کړکيچونه د اوبو د کمښت سبب ګرځېدلی دی . په ټوله نړۍ کې دريمه برخه د نړۍ وګړي د اوبو له کمښت څخه زيانمن شوې دې. نړيوالې پلټنې سابته وي چې دغه د اوبو کمښت بايد نه وې. ځکه اوبه په نړۍ کې په کافې اندازه شته. يوازې سياسې  کړکيچونه  د اوبو مساوي ويش مخه نيسې .اټکل ٪ ٩٨  د اوبو کمښت د انسانانو په وجه رامنځته ته کېږي . يوازې دوه په سلو کې د وچکالې او طبعيې ناورينونه يې لاملونه دي. د کميا اوفېزيک نوي پوهنې په ١٧٨١ کال کې ثابته کړه، چې د اوبو ماليکول له دوو عنصرو يعنې   له دوو هايدروجن او يو اکسيجن څخه  جوړه شوي دي.  په لاندي اځورکې ليدل کيږي. ٢. اوبه او د نړۍ لوی مذهبونه په اسلام کې اوبه د خدای يو سترنعمت دی، چې انسانانو ته د خداي له لورې ډالۍ شوې دې.لوی خداي ( ج )  انسانانو ته، نورو ژوندسوريو ته او نباتاتو ته اوبه خلق او ډالې کړي دي. د ځمکي پر مخ زرغون بڼونه او په کې پاکې څښلو اوبه بهير د جنت بڼونو سمبولونه دې. نظافت په اسلام کې د ا يمان يو لوی جز دي. زموږ په ورځنې اودس، غسل،  لمونځونو او عبادتونو کې، د حج په مراسمو کې، د سفا او مروه تګ او راتک، د زمزمو اوبه څښل د حج مراسمو له فرايضو او ضروري چارو څخه  دي. د باران نه کېدو او وڅکالې دوعاوي او لمنځونه ياده ولي شو.اوبه دانسان روح او اروا پاکه وي .اوبه يو ګواښناک توکې هم کيداي شي، د خداي له سزاو څخه ګڼل کيږي. د لوی خدای امر نوح عليه السلام  ته چې يوه بيړۍ جوړه کړې، د دغې ناول تاريخ هر چا ته څرګند دي. د ښمن ته که ډوډۍ نشې ورکولای خو اوبه به ضرور ورکوې . د اوبو ارزښت په تږه او دښته کې جوتيږې. د طب ډاکټرانو خبره ، هر سړی مخکې له تږ ې کېدو نه بايد په ورځ د دوو نه تر دريو ليترو پوري اوبه وڅښې . اوبه په مسيحيت او يهوديت کې زوړ دود لري . هر کريست يو واري په اوبو توفن کيږي. په بايبل کې د نيل، هويفرات ( دجله او فراد )، تيکريت سندونونومونه ياد شوی دې. بيبل وايې. نړۍ ټوله په اوبو پوښلي وه، بيا خداي اوبو او وچ سره بيل کړل، چې ورسره سمندرنونه او ځمکه خلق شول. بايبل د اوبو ناورينو، توفاننو، شندوځمکو او وچکاليو بيان ورکوي . په هندويزم کې اوبه د ژوند اصلې منبع  او يوازينې عنصردې، چې هيڅ وخت نه مري، پيژندل شوي دی. دوي فکر کوي چې د څلورو عنصرو څخه اوبه لومړنې عنصر دي.هندي مذهب اوبوته ابدي ژوند او د روح وړونکي مني. هندوان د خپلو مړو ايري په همدي وجه د ګنکاه سند ته شيندي، چې روح په دي اوږ سفر کې پاک او له ګناو څخه پاک او خلاص شې. همداسې  د هند په شمال اله ابادکې هر ١٢ کاله د اوبو مذهبې جشن لمانځل کيږې .  ٣ . اوبه له پامه نه غورځېدونکې بشرې رښت يا حق دی  په  ٢٠٠٦ کال  د مارچ ٢٢ په مکسيکوسيټې کې  د اوبو څلورمه نړيواله ناستې په پاۍ کې د مکسيکو ميلمه پال ولس مشر د ١٣٠٠ رابلل شويو غړيو څخه غوښتنه وکړه او ورسره د ګوت نيوونکو لوي اکثريت په تائيد سره وويل چې دڅښلو پاکي اوبه د بشر حقوقو په لړ کې بايد وکتل شې. دغه او نور حکومتونه بايد دغه مسئله د خپل ملې امنيت يوه برخه وګرځوي، د خوارځواکۍ په مبارزه کې نن  موږ ١.١ ميليارده وګړو غوښتنو ته بايد دحل لاره ومومو. چې دوی د ژوند خورا مهم بېړني توکې يعنې اوبو ته لار نه لري، عمل وکړو . دغه ناسته وظيفه لري چې مناسب ميتودونه ومومې، چې هرڅوک د څښلو اوبه ولري . دغه زيرمې د ژوند، روغتيا، پرمختګ او سوکالې لپاره نه بيلېدونکې دي. په هم دې وجه له حکومتونو څخه وغوښتل شول او اپيل وشو چې واضع منظم ګامونه واخستل شې. چې په نړي کې پر اوبو حق يا رښت ومنل شې او د اوبو سترو کمپنې او فابرېکو څخه خلک وساتل شې. د ملګروملتو په بشرې حقوقو شورا يا جرګه کې بايد تصويب او فيصله وشې، چې تولو ته پر اوبو رښت ثابت شې. په دې برخه کې بايد د ملګروملتو خاص رپوټونه جوړاو وکتل شې او د اوبو پر رښت څارنه وکړي تيرې بايد وڅيړل شې. پر اوبو رښت په اساسې قانون او نورو قوانينو کې بايد تصويب او اجرآ شې،  چې اوبو د عامه رښت وساتل شې. غير دولتې انجيوګانې په پروتسټونو وکولای شول چې د اوبو رښت موضوع يوه حاکمه موضوع په دغه ناسته کې وګرځوي.درې کاله وړاندي په کيوتو کې د نړې اوبو شورا ومنله چې پر اوبو يو رښت شته، مهمه دا ده چې حکومتونه اوملګروملتونه د اوبو نلکې په لاس کې واخلې.د ١٩٩٧ کال نه راپه دې خوا هر درې کاله يو نړيوال کنفرانس جوړشوې او د ورستې کنفراني ناسته په کيوتو کې جوړه شوې، چې د نړې اوبو شورا يا جرګه او ميلمه پال هيواد له خوا تنظيم او رابلل کيږې. په خواشينۍ سره بايد وويل شې چې د ١٢٠ هيوادو وزيرانو د اوبو ارزښت ته د ورو ورو وده او پرمختګ لاره ومنله. دوی اوبو ته د خلکو ازاده لاره چې د بشريت له بنسټيزو حقوقو څخه ده ، په زغرده سره ډډه وکړه. زه هيله من يم چې د افغانستان په اساسې قانون کې د خوراک او څښاک رښت په ټولنه کې هر افغان ته اړين ومنل شې. د راتلونکې پنځم نړيوال کنفرانس درې کاله ورسته  په ٢٠٠٩ کال کې  د ترکيې په استانبول ښارکې راغونډېږې. ٤. د اقليم او تودوښې بدلون زموږ خاورين ستورې ځمکه تبه لري، د هوا او چاپيريال شوک، د تودوښي، ساړه، طوفانونواو سيلونو زموږ شنه کره له ګواښ سر مخامخ کړي ده. اقليم پوهانو خبرداری ورکړي دي. چې شينکوريزه غازونه زموږ اتوميسفر په غټولو راولې، په څلويښتو کالونو کې په سمندرونو کې کبان ومري. اوبه جګيږې، جزيرې به ډوبي شې. په پايله کې هوا توده کيږې اوبه ناوړي يا چټلې کيږې. د نړي تر تولو لوي ځنګلونه او د برازيل همازون لوي ځنګل به په دښتو واوړي. د نړيوالې تودوښې په اړه يو رپوټ کې خبر داري ورکړي شوي دي، چې که د اقليم پر بدلون سترګې پټې شې د بشر لپاره به خورا سختې پايلې ولري.  د بريتانيې لومړي وزير توني بلېر دنړۍ ټولو هيوادو ته د ويښ شی يو ږغ کې بللې دي. هغه وويل. چې که هيوادونه څه ونه کړي، نو له مصيبته ډکې پايلې د نه رغيدو وړ وي. په همدې توګه ملګروملتو د تودوښې مرکز څانکه چې مقر يې په المان کې دي، پر صنعتې هيوادو غږ کړي چې د شين کوريز غاز د خپريدو، کميدو په اړه د خپلې هڅې ګړندې کړي. له يوو خوا د ملګروملتو د رپوټ پر اساس د ١٩٩٩ کال او د ٢٠٠٤ کال تر منځه د صنعتې هيوادو د شين کوريزغاز خپريدل په سلو کې ٪ ٣ کم شوي. له بلي خوا په نړۍ کې د شين کوريز غازنو ٪ ١١ په سلو کې ډير شوي دي او د ختيزې اروپا په هغو کمونستې هيوادونو کې چې اقتصاد  يې اوس بيرته سم شوي، دغه غازونه يو ځل بيا د زيادتيدو په حال کې دي. ملګرو ملتو د اقليم د بدلون څانګه پر صنعتې هيوادو ږغ کړي، چې دغې غازونو زيان او خپريدل راکم کړي. د امريکې متحده ايالات د هوا خرابوالې ستر عامل ګنل کيږي او د نړۍ څلورمه برخې شين کوريز غازونو د خپريدلو مسوول دي. سرنيکو لاس استرن د نړيوال بانک پخوانې اقتصاد پوه له خوا جوړ شوي يو رپوټ کې ليکې. که تر ٢٠٥٠ کال له دغې نړيوال کړکېچ مخه ونه نيوله شي، نو تر ٢٠٥٠ پوري د نړۍ ډيره ستره برخه  د اوسيدولو نه ووزي . هغه ګواښ کړی که چيري دغې کړګيچ ته پاملرنه ونه شې نو د نړي ډير وګړي بايد شديد عواقب ومنې. سيل او د سيندونو اوبو جګيدل  به تر سل ميليونه خلک بې کوره کړي، چې په نتيجه کې د شمال  قطب کنګل ويلي کيدل د ځمکې کرۀ شپږمه برخه به د اوبو کمښت سره مخامخ شې. د څارويو ژوند د ګواښ سره مخامخ کيږي، په ډيره ناوړه حالت کې ٪ ٤٠ ژوند لاسه ورکړي. وچکالې به په ميليونو د اوبو او هوا کدول رامنځته کړي. د برتانيې لومړي وزير او د المان چانسلره اغلې انګيلا مرکل  دغه رپوټ يو خورا مهم سند پيژنې، چې تر اوسه دولت ته وړاندي شوي دي. دغه دواړه مشران دغه کړکيچ ته هم ږغې شوي دي . سرنيکولا لاس استرن په خپل رپوټ کې وايې. که د اوبو په حالت او د ځمکې هوا بدلون کې مات شوو. کيداي شې چې نړيوال اقتصاد اوټولنيز انسانې ژوند د له منځه وړلو سره مخامخ شي، چې نقصان يې د دوو نړيوالو جګړو په پرتله وي. که همدا سې وي نو د سلو نه تر يوسلوپنځوسو کلو پوري پنځه درجې تو دوښه به ډيره شې.همداوس چې دغه کرښې ليکل کيږې د کينيا په پلازمينه نيروبې کې د ١٩٠ هيوادو څخه ٦٠٠٠ استازې، سياست پوهان او پوهان  په دي هيله راټول شوي، چې د دغې ناورين اصلې متهم د امريکې متحده الات تر ټولو لوی صنعتې هيواد ٪ ٢١ شيکوريزو غازو مسوول ګڼل کيږي يو کوچينې زيګنال د غازو راکمولو ورکړي او ورسره د کيوتو تړون د ٢٠١٢ کال ورسته وغځول شي. نور هيوادونه صنعتې لکه چين، هند، روسيه، جاپان او المان دشينکوريزو غازو توليدنونکې هم  دي.د اقليم بدلون به بشريت ته  ډير ژر يو لوی ګواښ رامنځته کړي. د امريکې نازا ادارې  پلټنې له مخه په تيرو څو مياشتې کې په ډرامتيکه توګه په شمالې قطب کې د کنګل لويي زيرمې په ويلېدو دي . که مسوول دولتونه، ولسونه او صنعتې کمپنۍ څه ونکړي، نړۍ د لمنځه تلو په حال کې ده. ٢٠٠٥ کال په ورستيو سلو کالو کې يو تر ټولو تود کال و . دغه د طبيعت شوک څارويو ته هم متوجې دي. واوري به يوازي د جګو غرونو پر سرونو اوري . څه بايد وشې ؟ موږ مجبور يو خپل دژوند ډول بدل کړو. په لومړي قدم کې بايد په ټوله نړۍ کې د کاربونډايوکسايډ کمښت رامنځته شې. د سکرو، تېلو او کمياوې فابريکې بايد ودرول شې، د موټرو چلول بايد کم شې، د ځنګلونو وهل بايد ودرول شې، د لمراو باد  له انرژي څخه باېد کار واخستل شې او داسې نور.  په دغه انځور کې د نړيوالې تودوښې او د اقليم وړاندوينه شوې .   ۵ .  د اوبو جګړې اوبه به په يوويشتمه پيړې کې داسې وي لکه تيل په شلمه پيړې کې، راتلونکې جګړي به پر خاورې تيلو او خوږو اوبو پيل کيږي .په ١٩٩٧ کال کې امرکايې پوهانو د اورجين په پوهنتون - Orengen Universität die Transbonu dary Fres Water Disput Date Base کې يوه ډيره عجيبه اوحيرانوونکې جنجالې څېړنه تر سره کړه او ثابته يې کړه، چې ٤٥٠٠ کاله مخکې لومړنې اوبو جګړه په ميزو پوتانيه يا دجله او فراد پر سېندونو د نني عراقې سيمو کې تر سره شوي ده. په ټوله نړۍ کې ٢٦١ سيندونه بهيږي، چې هر يو يې له ډيرو هيوادو او پولو څخه  تېريږي. اوسنۍ جګړې په تورو زرو يعنې تيلو دي. د يوويشتمې پيړې جګړ به پر شنو زرو يعنې پر اوبو وي. څوک چې د نيل اوبو سره لوبې کوي هغه موږ ته د جګړې اعلان کړي دي. دغه خبره شل کاله وړاندي د مصر ولس مشر انورالسادات کړي ده. ځکه د مصر ژوند او اوبوول  ٪ ٩٠ پر نيل سيند ولاړي دي. نيل د نړي ترټولو لوي او اوږد سيند دی ، چې  له پيل نه ترسمندره پورې  ٦.٦٧٧ کيلومتر اوږد دی. په منځنې ختيزکې د اوبو بم په ټک ټک  دی . همدا اوس ٤٠٠ مليونه خلک په هيوادو کې د اوبو له کمښت سره مخامخ دي. دوی مجبور دي چې په خپلو کې سيندونه او سمندرنونه وويشي. د پوځې کړکيچونو مخ څوک نشې ډب کولې. ترکيه چې پر اويفغات يا فراد سند د اوبو زرمه او بريښناکوټ جوړ کړو، سوريه نارامه شوه. کله چې سوريه په ١٩٧٥ کال کې د تبقه اوبو بند جوړ کړ، عراق د جګړي ګواښ وکړو. ځکه د خپل هيواد اوبوول يې په ګواښ کې وليده. سادات د دهغې پروژي بمبارولو ګواښ هم وکړو. که ايتوپيا يا سودان  يې پر نيل د اوبو جوړ ولو نيت وکړي. په ترکيه، سوريه ، ايران او عراق کې د اوبو سوړ جنګ د څولسيزو نه راپه ديخوا راون دي. په دغو سيمو کې د اوبو کمښت د ورځې توده موضوع وي. ځکه دلته ځنځيري لاملونه شته، لکه د وګړو ډيررښت، د ژوند جګه کچه ، موډرنيزم، د صنعت او اوبو جګې کچه مصرف په همدي اوبو کمښت او لږوالې کې. د ١٩٨٣ کال نه تر ١٩٩٠ کال په ترکيه کې د اتاترک اوبو بند چې يو د نړۍ له لويو بندونو څخه دي، جوړ کړ. د اوبو کړکيچ ته يې نوي جدي حالت وروبخښه . ترکيه هر وخت کولای شې پر عراق او سوريه د اوبو نال تاو يا بند کړي. چې کله دا کار وشې بيا نو پوځې کړکيچ شونی دی. ترکيه د اوبو ٢٢  زيرمتونونه يا  بندونه او ١٨ بريښنايې توليد فابريکې جوړي کړي. د ترکيه پر اقتصاد يې ډيره لويه وده او مثبته اغېزه وکړ ده. په ميليونو ترکانو کار وموند او د سړې په سر کالنې عايد يې لوړ شو او ورسره ١،٦ ميليونه حکتار ځمکه خړوبه شوه. له يوي خوا د خلکو نوي کرنيزه حالت ډير ښه شو، له بله خوا صادرات ګاونډيو هيوادو ته په سلو کې پنځه ډير شول. د ترکيې ټولو پروژو جوړيدو په صورت کې بريښنايې توليدي ځواک يې ٪٧٠ ته رسيږي، چې  د ترکانو له لويي موخې څخه  ٢٧ ميلياردو کيلو واټ په ساعت کې جګيږي، چې د ترکيې له اړتيا څخه ډيره بريښنا ده او کولای شې چې پر عربې ګاوندي هيوادو يې وپلوري. ترکيه کولای شې اوس له دغې استراتيژيکې موقيعت او حالت څخه په جګړه کې له دغې اقتصادې وسلې څخه کار واخلې. ترکيه د خليج په جګړه کې دغه موضوع مطرح کړه، غوښتل يې عراق پر ګونډو کړي. ايران او سوريه د درو نه پر دوو برخو د اويفراد  پر اوبو له ترکيه سر دعوا لري . ترکيه يې طبيعې ده چې مخالفه ده. په همدې ترتيب په دغه سيمه کې د يوويشتمې پيړي په لړ کې د پوځې کړکيچونو لوی پوتانسيال شته. او او به د ځواک لوی فکتور دي . د افغانستان د ژوند درې واړه رګونه د امو، هلمند او د کابل سيندو چې د افغان له خاوري څخه بهر ته بهيږي واکمن دواک په لاسته راوړلو يا ساتلو اخته دي. د اوبو خپلواکې مو نشته، څوک يې نه وينې چې دا اوبو چيري ځې؟. غرونه ډيروخت په طبيعت کې د اوبو برجونه نومول شوې دي . افغانستان له نيمايې نه ډير غرونه لري، اوبه او زيرمو ته يې  حکومتونو له اقتصادي او سياسې پلوه پام نه دي کړې. اوبه روانې دي . په هيواد کې د اوبو او وچکالې ناورين خپل ټغر خپور کړي دی . خوار ولس ته  دغه نه پاملرنه يو نورمال حالت بريښې. افغان دولت د نړيوال ملګري دولتونو سره په دغه بېړ نۍ اړتيا کې پاملرنه او مرستې راټولولې شې. د هيواد د بيا روغونې په لړ کې د لوی لوی د بريښنايې فابريکې او د  اوبو زيرمې او بندونو پلانونه طرحه کړي .او حکومت بايد سمندر ته لاره خلاصه کړي. چې خلک په سوداګري کې بوخت شې او خلکو اقتصاد وده وکړي. سوريې  په کال ١٩٩١ يو واريې د اتاترک اوبو بند باندي بمبارې وکړه. د ترکيې هوايې مدافعې يو غُنډ د ځمکې نه هوا ته توغنديو سره د اتاترک اوبو زيرمې ساتنه کوي ٦.  افغانستان ته اوبه افغانستان له ډيره مودې راهيسي د زبرځواکو د جګړو ډګر ګرځيدلې دي. دوی غواړي دغه جيو سياسې او جيو استرتيږيکې هيواد د خپل کنټرول لاندي راولې. له دې لاري دوی مرکزې اسيا کنټرول کړي.له همدې امله د نړۍ ډير خوار او ورسته پاتې هيواد په نوم ياديږې.نړيواله ټولنه په سر کې هغه هيوادونه چې په افغانستان کې سياسې او اقتصادي موخې لري په کارده چې په دغه اوبو کښت او ناورين کې له افغانانو سره مرسته وکړي. له اوبو پرته انسانانو ته روغتيا او سوکالې، افغانستان ته واده او پرمختګ د سبا سوليز ژوند ناشونې دی. په افغانستان کې اوبه د کوکنارو کمښت او زيانېدونکې کر مخنيوي کې غوره اغېزه ولرې.پرختيايې پروژو جوړول له اوبو پرته ناشونې دي. د بزګرانو په  بد او په ټيته کچه  ژوند  باندي اوبو لويه اغيزه اچولای شي.هر کال په نړۍ کې په ميليونو خلک د اوبو په وجه مري، يوازې څلور ميليونه ماشومان مري، ځکه دوی داوبو پاکو څښلو ته هيڅ لاره نه لر ي . په افغانستان کې د څو لسيزونه  راپه دې خوا د اوبو، وچکالۍ، لوږي او خوارځواکېو څونامې روانه ده. په افغانستان کې د پاکو اوبو کمښت د ٪٩٠ څخه ډير دي. په تيره بيا له ټولونه بېوزلې کليوالې خلک، ناروغان او کوچنيان په ستره غميزه کې اخته دي. دوی هيڅ د څښلو پاکو اوبو ته لار نه لري. په تېره ديرش کلنه جګړه او غميزو کې د خړوبولو ( اوبه ولو )  ټول سيستمونه، ويالې، کاريزونه، کوهې او کانالونه له منځه تللې دي اويا د روسیې، امريکايې او ګاونډيانو شيميايې وسلو او بمونواستعمال  له لاسه ټول زهرجن او راډيواکتيفې شعاو باندي ککړ شوي دي.د ډنډنو اوبه چې اوس موجودي د چاپيريال ناسم چلند چټلې کړي او يا په شيميايې زهرو ککړې دې.  چې دغې حالت زموږ بې ګناه، بې وزلې افغانان په ډير خطرناکو ناروغيو اخته کړي او کوي.هر پنځم ماشوم د پنځه کلنې نه مخکې مري.Word Wide Fund fur Natur  WWF   ګواښنه کوي د سمندرونو، سيندونو او ځمکې لاندي اوبه له ککړتوب له امله په خوارو هيوادو کې خلکو د بوتلو اوبو ته مخه کړې . د دغې ټولنې د پلټنې له مخې د بوتلو اوبه ډير خرابې او ناوړه کيفت او کواليټې لري. چې دغه د اوبو بوتل د سيندونو له څټلو اوبو څخه ډک کيږې، چې دغه اوبه د کرني کمياوي سرو توکيو باندي ککړي دي. په فابريکو او کورنو کې استعمال شوي دي. خلک پوهوي چې د کوهې يا نل اوبه بايد وڅښل شې. او په کرنيزو مځکو کې بايد سمه او کمه کيمايې سره استعمال شي. د افغانستان  جګړو څخه ورسته د بيا رغونې د لويو پروژو څخه به د اوبو سيستم او کاناليزاسيون پروژه وي. په افغانستان کې د سلو کالو څخه ډير زوړ سيستم باندي کروندګرو خپل پټې اوبه کړي. د واورو له ولې کيدو څخه ورسته سيندونه په کافې اندازه اوبه نه لري، چې د خلکو ژوند تامين شې. کوهې په فنې ډول ژور نه دي ايستل شوي، د څښلو او ا ستعمال شويو اوبه سره يو ځاي کېږي. په تيره بيا ډير وخت واړه ماشومان په سختو نس ناستې، کولرا، موريقه، ملاريا ، پوليو، ژيړي او په  نورو ناپيژندل شويو ناروغيو اخته کيږې. افغانستان په نړۍ کې تر ټولو هيوادو څخه جګه  د ماشومانو مړينې احصائيه وړاندي کوي. په افغانستان کې هر څلورم ماشوم مخکې له دې چې پنځه کلن شې مرې. د خوار ځواکې ناروغۍ هغه دي چې له نا پاکو اوبو څخه رامنځته کيږې. د څښلو پاکې اوبه ښه روغتيا، د کار ځواک کچه جګه وي، کورنې خپلو پټيو، باغونو ته ښه اوبه ورکوي. تر ټولو مهم اړخ د ماشومانو مړينه په سيمه کې راښکته کوي. د جګړو پر مهال په زرګونو ښځې ماشومان بې له غوړو، اوبو، روغتيايې بېړنېوو مرستو، د موسوم سره ناسم کاليو اوغستلو سره په دښتو، غرونو، دره و کې د خداې په هيله روان وه او دي. ډيرو ميندو او ښځو به په لارو کې ماشومان زيږولې وي او مړه شوې به وي. ناروغو کمزور بوډاګانو به په ګېده وږي ماشومان له يو ځايه بل ځای ته بېولي وي . ژوندي پاتې شويو به د کډوالو په پنډغاليو کې د پلاستکې نمجنې خيمو لاندي پر خاورو ژوند کړی وي او کوي. په دغه حالت کې د مرستنديو سازمانو په شميره اټکل وه نيم مليونه ماشومان او ښځې ژوند کوي.همدا وجه ده چې د ماشومانو مړينه په اسيا کې تر ټولو جګه د ١٠٠٠ نه ٢٥٠ ژوندي پاتې کيږي. د بيلګې په توګه له ا نګلستان څخه سل واري په جګه کچه . جګړو افغان برېښنايې سکتور سخت وران کړی دی ، زېربنا يې په ډيره ناوړه حالت کې ده، برېښنا هروخت نه وي. د بريښنا فابريکې او بندونه زاړه دي. د بريښنا لېږد ولو سيمونه وراسته اوله منځه تللې دي. د ساتنې سيستم او خلک  د بريښنايې ګواښ د خورا ډير کمښتونو سره مخامخ دي. همدا حالت ولس ته د ژوند يو لوي  ګواښ جوړ کړي دي. د برېښنا ويش يا توزيع کولو کې اوس لويه درغلې روانه ده. د افغانستان خلک شپږ په سلو کې بريښنا ته لار لري. هر افغان په متوسط ډول په کال کې ٢١ کيلوواټ په ساعت کې د بريښنا مصرف لري، چې په نړي کې ورستې کچه ده .په دغه حالت پوهيدل او نسبې حل لپاره  د اوبو اوبريښنا فنې، مسلکې او اهلې کار وزير پو هيږي.د ټول هيواد برېښنايې ځواک د ٪ ٥٠ څخه ډير د کابل د دوه نيمو نه تر درې نيمو ميليونو درنو ښاريانو ته مصرف کيږې. ولايات او کليوالي خلک له بريښنا څخه محرم دي. د ماهي پر او سروبي برېښنايې فابريکې او د اوبوزيرمې بندونه ٣٥ کاله مخکې المانې کمپنېو جوړی کړي، چې ټول ٨٨ ميګاواټه بريښنا تولېده وي . اټکل نيمايي يا ٪ ٤٧ بريښنايې انرژي رسول په همدوغو فابريکو باندي دي. دغه دواړه فابريکې اوس معضې فعاله دي او ډيري پرزې  يې زړې دي. افغان دولت بايد پر نړيواله ټولنه فشار راوړي، تر څو دغه ملې ناورين او ستونزه  تر يوې  کچې پوري هواره شې.  د ٢٠٠٤ کال نه را په  دې خوا نړيوال پرمختيايې بانک  افغانستان سره د دغو دوو فابريکو بياودانولو په برخه کې کارکوي. د برېښنا ويشل د لومړي توبو پر پرنسيب روغتونو، پوهنتونو، ښوونځيو، اداري دفترونواو توليدي فابريکو فعاله ول دې. بيا د کابل ښار درانه ښاريان او د هيواد ټول ګران  ښاريان اوکلوال وګړي په برابر ه توګه برخه ورکړل شې . ټولو ته د څښلو پاکې اوبه او بريښنا په هيله ! ", اوبه او داوبو جګړې - (ډاکټرسراج الحق ببرکزی ځدراڼ) 6195,پوهاندډاکټرمجاور احمد زيار," پوهاندډاکټرمجاور احمد زياريادونه : داليکنه په سويډن کي د ځوان نسل او سالمي روزني علمي کنفرانس ته ليکلی سوې وه .د اعظم سيستاني په څېر د يوه ستر پوهنيز- څېړنيز قلموال په اړه دومره ويل او ليکل په کار دي، لکه څومره چې ده ويلي او ليکلي دي. زه پر خپل وار د ده د ستروالي کچ ومېچ نه يوازې د ده له لومړني نامه ""اعظم"" ، بلکې تر هرڅه له مخه له دويم يا کورني نامه «سيستاني» څخه اټکلولای شم چې له ستر تاريخي سيستان سره تړاولري او ددې لپاره يې ارزونه هم له همدغه ټاټوبي راپيلوم.  هسې خو ده پخپله د يوه ډېرکاري تاريخپوهاند او ځمکپوهاند په توګه پرخپل ټاټوبي پنډوپېړ کتابونه ليکلي او خپاره کړي دي، خو زه يې له ژبتوکميز(اتنو- لېنګويستيک) ګوټپېره د هغه د پرتمين تېرمهال پر يوه لنډه يادونه بسنه کوم، که به څه هم د نورو ډېرو زړو او نويو پوهانو غوندې ورسره دی هم پوره سر ونه خوځوي او د خپلې ليد توګې پر کنډه يې سمه و نه خېژي.سيستان، يا په ار نامه ساکستان او بيا يوناني وينګ Sakastana))د هماغو ساکانو له نامه سره غوټه دی چې لومړي هخامنشي واکمن کوروش(530 مز) يې مېړانه او جنګياليتوب ستايلي او په دويمه مخزېږدي پېړۍ کې يې له باختر او نورو سيمو څخه  نورو همټبرو له رالېږدېدنې سره د سترې ټولواکمنۍ(اېمپراتورۍ) بنسټ اېښی وو. د هندي اشوکا په لاس يې تر ړنګېدو را وروسته په منځني ارياني ژبپېر کې د پاتوړو(وارثانو) څرک د منځنۍ پښتود پاتشونوله مخې په ختيز سيستان، هېلمندوارغنداب او ورپسې د کسې غر په تړو او لمنو کې لګول شوی دی.سام، زال، رستم، سهراب، کک کهزاد... هسې تش افسانه يي او اسطوره يي پهلوانان او جنګيالان نه ول چې نوماند فردوسي داستاني اتلان کړي او له دې سره يې خپل تاريخي- داستاني اثر«شاهنامه» پر يوه تلپاتې جهاني شاهکار اړولی دی، بلکې د رښتيا زباد شويو ساينسي افسانو په توګه هماغه رښتيي سکه توريالي او رزميالي ول چې يو نيم زر کاله وړاندې يې پارسي تربره د تورې او مېړانې منښته او مننه کړې وه، هغه تربور چې کله يې له دوی سره تربګني او دښمني راواخېسته، ټولواکمنې ساکې« زرينې» يې ټولې سوبې او بري له مرګ ورپاتې کړل.او زه هم دادی نن، دوه نيمې زرۍ راوروسته د هماغه لرغوني ساکستان، په بله وينا، سيستان يو فرهنګي اتل ستايم چې د هماغو رښتينو جنګي اتلانو رښتينی نمسی دی، هسې خو يې له هماغې کمکينې نه سر سپينېدنه هر شاهنامه لوستي ته مور زېږی سپينسری «زال» ور پر زړه کوي چې ښايي ستر فردوسي د داستاني لوبغاړي يا کرکټرپه توګه د ښه ترا جوتونې لپاره په خپل نوښت له موره سپينسری رازېږولی وي! هو، زه هغه رښتينی سيستانی يادوم چې د هغه لرغوني برميال و نوميال او بيا ښېراز و سمسور سيستان له ورانو ويجاړو کنډوالو را پورته شوی او راغوټکی شوی او د لومړي ښوونځي په نامه يې هملته د پړندو خاورو او سپېرو سالو پرغونډيو له ګردو اقتصادي او اقليمي ستونزو او کړاوونو سره پای ته رسولی. په پای کې يې هم د يوې برابرۍ له مخې دا کابولاسته راوړې چې د هېواد د پلازمېنې په شپېنيو ښوونځيو(ابن سينا او دارا لمعلمين) کې  منځنۍ او بيا د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتوپوهنځي په تاريخ و جغرافيا څانګه کې لوړې زده کړې بشپړې کړې.زما او د ګران او منلي سيستاني دوستانه علمي او فرهنګي اړيکي او راکړې ورکړې، له څانګيز او انديز توپير سره سره له څه ناڅه ورته ژوند توګو او مخينو(سابقو) تومنه اخلي: په ډېرلږتوپير موږ دواړو ورته ستونزمنه وړکينه او ځلمينه ترشا پرې اېښې، کټ مټ مو د کابل په هماغو دوه ګونو شپېنيوښوونځيو او بيا پوهنځي کې د دوه کلو او دوو ټولګيو په واټن زده کړې تر سره کړې او په يوڅه لږشانې توپير، ما له ښوونځي او ده له پوهنځي مهاله ليکوالي کړاو او ازمېښت ته رادانګلي او په ورته پرله پېيلوهاندوهڅواوکاروزيار موږ هريوه ورته د خپلې خپلې پوهنيزې-څېړنيزې څانګې په چوکاټ کې وده وش ورکړي دي. په دې کې هم څه اړنګ بړنګ نشته چې په لومړيوکې زموږ د دواړود سختو ليکوالي هلوځلو او بيا پکې د پرله پسې پرمختګ و پرمختيا انګېزه او لامل اقتصادي تنګسيا وه. ما لاورسره په شعرو شاعرۍ کې هم ګوتې وهلې او په دې ډول ترې زما لاسباړه يوڅو ټنګې زياته راتله.   لکه څنګه مې چې له مخه يا ده کړه، سيستاني زموږ د جنګ و جهل ځپلي هېواد يو منلی او وتلی سترپوهاند او بيا تاريخپوهاند او له دې سره کانديد نه، بلکې په ټوله مانا بشپړ او پوره اکادېميسن، په بله وينا، اکادېميک شخصيت دی. ده په کړن کې د کابل پوهنتون يا ننګرهار پوهنتون تر يو شمېر تش پرنامه P.H.D لرونکو، او په ځانګړي ډول«کانديد نووک» پوهاندانو ميدان وړی او ځان يې ټولو ته زباد کړی دی.له ګردو دوستانه ګيلو ناندرو سره سره ستر سيستاني پوهيال او فرهنګيال ته لا اوږد، يېبرور روغ او نېکمرغه ژوند غواړم، د قلم توره يې تېره او برېښانده! په ټوله پښتني- افغاني مينه او لورېينه ستاسې پاسللی زيار، اکسفورډ،20-11-06 ",ترکوم ځايه چې زه سيستانی پېژنم (پوهاند م .ا. زيار ) 6196,," انجنیر شیر ساپی له جرمني څخه يادونه : داليکنه په سويډن کي د ځوان نسل او سالمي روزني علمي کنفرانس ته ليکلی سوې وه . د ځوانانو قوت ، دغه باروړونکی،قوتناک اود زورڅښتن چې د تاریخ حامل اوباور دی ، د بشری نسل طبعي او منطقي تسلسل ، د تکامل په بې انتها افق کې بشری ټولنه پر مخ بیایې ، غښتلی بازو او پیاوړی مغز یې دټولنې بدلونکی  قوت دي .د هر ملت ځواک او نیرو په همدې ځوانانو کې چې دملا تیر یې جوړه وي پروت  دي .د ځوان نسل سالمه روزنه زمونږ افغانانو ته په خاص ډول یو تاریخي ضرورت دی چې دعصر د پوهنې ، فن او ایجاباتو سره ځان اشنا کړو او ګام واخلو،رڼا په تاریکې کې ځلېږي .جهل ، تاریکی او ناپوهی هیڅکله پر رڼا او علم بری نه لرله .په افغانستان کې دښوونی او روزنی د زدکړی بهیر لاهم د خنډونو او مشکلاتونه ډک دي..د یو ملت مادی جوړښت شاید اسانه وي ، خو دهغه معنوي جوړونه اسان اوساده کار ندي ، یواځی حقیقي معارف او سالمه روزنه کولې شي هغه اباد او تعمییرکړي .د هیواد څخه بهر د ځوان افغان نسل روزنه په افغانی ممیزات اومشخصاتو نه روزل ددې خطر لری چې په خپل هویت بې باوره شي اوهغه هیر کړی د هغوې نقش او رسالت د پر مخ تلوونکی قوت په توګه زایل شي .افغان منورین په بهرکې  د نړیوال مدنیت ""د انترنیت شبکه"" کلتوری اړیکو په کارولو سره د ځوان نسل سالمې روزنې ته په دوامداره توګه تربیوي او ښوونیزپرګرامونه په وړلاندی کولو سره خپل ځان ( اولاد اونسل) له حتمی سقوط څخه خلاصوي شي . په سویدن کې دعلمي او ښوونیز کنفرانس درنو ګډونکوونکو اودکنفرانس سازمان ورکوونکو اوپه خاصه توګه دقدروړ غمخورصاحب !ستاسو شریفانه هڅي او فرهنګي زیار د افغان ولس ویاړ او افتخار دی ؛ بری مو په برخه شه   دهیواد نامتو څېړونکي ښاغلی کانديد اکادميسين  اعظم سيستاني  صاحب ته ښه  صحت اوږدۀ عمر او خوشحاله ژوند غواړم  . ",دځوانانوسالمه روزنه پایداره هڅې غواړی 6197,," يادونه : داليکنه په سويډن کي د ځوان نسل او سالمي روزني علمي کنفرانس ته ليکلی سوې وه . دسوېډن د مالمو په ښارکې د ځوانانو د سالمي روزني د علمي کنفرانس درنو برخه والو او وطنپاله افغانانو ته،  اوددې  علمی ،ادبي او فرهنګي ښوونيزي غونډي و ښاغلو جوړونکو ته د خپل ارادت او اخلاص نيکي هيلي او درناوی وړاندي کوم !ښاغلي غمخورصاحب چې ددې کنفرانس وجوړېدو او سازماندهۍ ته وطنپاله  او نه ستړې کېدونکې شانه ورکړېده  د هر رازي کورودانۍ اوشاباسی مستحق بولم او ددې  نيک کار په هکله ورته مبارکي وايم . په داسي ملي او وطنپاله غمخوريو کې غمخور صاحب تل يو مخکښ او متعهده افغان دی، هغوی ته  د لا زیاتو بريو هيله کوم  . دغمخور صاحب نه مننه چې زمانه يې هم غوښتنه کړېوه د کنفرانس د موضوع  په هکله (ځوان نسل او سالمه روزنه) باندي يوڅه وليکم .اجازه راکړی تر هرڅه دمخه په دې کنفرانس کې زموږ دټولني فاضل او  وطنپاله افغان د  قلم او پوهي وتلی خاوند ، تاريخپوهه او واقعبينه څېړونکی کانديد اکادمېسن محمداعظم سیستانی  ګډون، چې د کنفرانس يوه برخه  ددغه پياوړي شخصیت و ارزښتناکه علمي، ټولنيزو او څېړنيزو کارنامو ودرناوی ته وقف سوېده،  دهغه و علمي او اکاډميک مقام ته  خپل  دژور  ارادت  او احترام مراتب وړاندي او دهغوی د باثمره وطنپرستانه هڅو ددوام په اميد  ددغه عاليقدره انسان د زيات  عمر او برياليتوبونو هيله وکړم .قدرمنو دوستانو !«ځوان نسل او سالمه روزنه» کوم  چې ددې کنفرانس د بحث اصلي موضوع ده، يقين لرم چې په کنفرانس  کې  به زموږ دافغاني ټولني زړه سوانده او ددې برخي ځانګړي متخصصان  او کار پوهان خپلي اکاډميکه شننی او پراخي تحليلي ليکني به ورباندي و کړي  . هغوی به په دې عرصه کې  هغه ستونزي او اميدونه هم را وسپړي چې زموږ د ګران هېواد افغانستان د ځوان نسل په وړاندي پرتې او دهغوی په ورځني ژوندکې  انعکاس پيداکوي . نن سبا دځوانانو اود هغوی د سالمي روزني بهير نه يوازي دافغانانو په جګړه ځپلي ، وران او زخمي هيواد کې  د مرګ او ژوند مسئله ده بلکه په ټوله نړۍ کې  زموږ د پېړۍ ياني ديويشتمي پېړۍ  يوه حياتي  غوښتنه هم ده .  دغه مسئله  دنوي پېړۍ د بوداو نبود، د هست ونیست هغه مسئله ده چې زموږ دنړۍ  وراتلونکي ته لاره پرانيزي او دهغه مسير  ور ټاکي . په واقعيت کې همدغه ځوانان دي چې ددې نړۍ و راتلونکې  ته  لوری ورکوي  . خو په اوسني نړی وال روان  حالت کې چې دقدرت خاوندان  د يکه تازی خواته درومي اود خپل پوځي ځواک په زور د ټولي نړۍ  دلاندي کولو نيت لري   داسي تلاښ کوي چې د ځوانانوناسالمه  کنټرول هم د خپلو اهدافو د تطبيق  په خاطر په خپل  لاس کې ولري   او دهغوی راتلونکې د خپلو ګټو دتأمين لپاره و کاروي   . داچې  ددغه جدال پای به څه کيږي او  د چا په ګټه به تماميږي دا هغه څه دي چي د همدا اوسه څخه يې د  ځوانانو  او دهغوی دسالمي روزني و راتلونکې ته  يې زیات چلنچونه پرې ايښي  دي! نن دنړۍ ځوانان ددوی دارادې نه خلاف او بېله دېنه چې کومه ګناه يې کړې وي  د ټولنيزو بحرانو  د رامينځته کېدو  له کبله  چې دلويو بازيګرانو لخوا پلې کيږي،پښې یې پکښې اخښل کيږي او لويه قرباني ورکوي . ځکه نو نن  تر هر څه دمخه،  لومړی بايد دغه نړۍ واله ټولنيزه معضله  تر جدي څېړني لاندي ونيول سي . په عادي حالت کې هم   دځوانانو د سالمي روزني ومسئلې ته  لږ شاني توجه کيږي او د ځوانانو لوی لښکر دډېرو ناخوالو سره مخامخ دی  .  زموږ د هيواد په څېر په جګړې  څپلي نورو هيوادونو کې لومړی بايد ديوه سوله ايزه  ژوند بنيادونه کښېښودل سي او په سوله کې  دټولني او د ځوانانو د ژوندکولو د حق  درناوی او  تضمين وسي . د سولي، ثبات او امنيت   ته د رسېدو شرائط مساعد او هغه  وساتل سي وروسته نو بيا د ځوان قشر د سالمي روزني اساسات چې  پر ډيموکراټيکو موازينو برابر وي او زموږ ددود اود ستور سره تطابق  ولري،  عملي  ګامونه واخيستل سي .په دې ارتباط هغه څه ته چې ما دلته اشاره کړېده په واقعيت کې دا د هغه  ژور تشويش يوه برخه ده چې ځوان نسل يې په  موجوده حالت کې لري  او عملاً د هري ورځي په جريان کې دهغه سره مواجه کيږي . دډېرو په اند که په دغه موجوده حالت کې  د جګړو او کړکېچ مخه و نه نيول سي او د ټولنيز عدالت  دتأمين په لاره کې ګټور ګامونه وانه خیستل سي په کورنيو او ټولنو کې به  دځوانانو دسالمي روزني په لاره کې  جدي  ستونزي او خنډونه را پيدا سي او پاېله به يې يوه لویه ټولنيزه فاجعه وي . همدا اوس د ځوانانو د ژوندانه په چاپيريال کې دزياتو ناخوالو او د بلاتکليفه اړخونو  موجوديت  په راتلونکو کلونو کې  لا نوره هم ژورتيا  مومي او د يوه لوی بحران  او ګډوډی و خواته  ځي . زه يقين لرم چې ددې کنفرانس اکاډميکي شنني به په دې مسير کې د ځوانانو په وړاندي د ستونزو،اميدونو، تاريکيو اوروښنیو  په هکله به  ډېر ارزښتمنده خبري  راپورته او دستونزو دحل لاري چاري به  را په ګوته کړي . په خواشينۍ سره زماد ناروغتيا له کبله په دې اړه زما ليکنه پر نيمه لار را نه پاتې سوه خو د کنفرانس په هکله مې دغه  پيغام  چې ما خپل احساس  پکښې  څرګندکړلی دی تاسو ته   مي وړاندي کړ  چې هيله ده زما د صحي معذرت په وجه مې  ناغه  نکړی . يوځل بيا تاسوته ددې علمي غونډي په تنظيم کې تاسو ته مبارکي وايم او ستاسو دهڅود برياليتوب غوښتنه کوم .په درناویهدايت الله هدايتد ۲۰۰۶د نوامبر څلر وېشتمهاسټراليا  ",ځوان نسل اوسالمه روزنه - د هدايت الله هدايت ليکنه 6198,ولي شاه طبيب/کندهار," ولي شاه طبيب/کندهار يادونه : داليکنه په سويډن کي د ځوان نسل او سالمي روزني علمي کنفرانس ته ليکلی سوې وه . په دي به ټينګارنه کوو چه زموږټول دودوونه اورواجونه ښه او مثبت دي ،کيدای سي چه لوستونکي سمدستي په قهر او غصه سي چه داڅه وايي ؟ موږخونورهم کوښښ کوو چه خپل رواجونو اودودونوته نوره وده اوپراختيا ورکړو ،زه هم همدغه خبره په لږ څه توپير سره کوم چه هو ګټور رواجونه او دودونه بايد نورهم پرمختګ اوپراختيا ومومي ،اوهغه رواجونه چه دکورنۍ ټولنيز اواقتصادي بڼسټ دګواښ سره مخامخ کوي دهغوپه ترک کولو کښي هلي ځلي وکړو ، يوڅو مثا له راوړم : مثلا دواده بي ځايه مصارف ،چه نن سبا خو دامصارف ډير ملا ماتونکي دي، په ودونو کښي داسي بي ځايه سيالۍ رواني دي چه سړي ورته دحيرت ګوته په غاښ نيسي . دواده ډوډی داسي تهيه کيږي چه دزوم دکورنۍ دډير مادي تاوان باعث ګرزي ،مثلا دناوي کورني ډير داسي کسان دعوتوي ياخبروي چه هغه کسان بيا دخپل زوي په واده کښي نه خبروي ،ځکه چه دلور په واده کښي خو دبل چا پيسي مصرفيږي. دواده دمخه نور دودونه دي ،مثلا دپنځلسي يا برات اواخترونو کښي  دنجلۍ لپاره کالي چه په کندهار کښي ورته جوړه وايي استوي ، په ناوي پسي لنده ميوه استوي ،زوم مجبوره دی چه ښه ډيره زيات ډول ډول ميوي دنجلۍ کورته واستوي دنجلۍ والدين بيا داميوه په کلي کوڅه اودوستانو ويشي . شيريخ په دوبي اوپالوده په ژمي دنجلۍ کورته استول کيږي اوبيانو په محل کښي ويل کيږي چه دپلانۍ په لور پسي دومره ډوله شيريخ يا دومره شمير کوارچي ميوه راوړي وه اويا دروژه ماتي استول دنجلۍ کورته ،دلته يوازي او يوازي يو هدف نغښتي دی ، هغه داچه دنجلۍ‍ دمور اوپلار سترګي لوړي وي . دهلک دکورنۍ په وس او توان کښي څوک چورت نه وهي چه هغه بيچاره به دادومره مصارف دکومه کوي . دامعلومه خبره ده چه هغه به پوروي اوکه کوم جايداد ولري هغه به په لږه بيه پلوري اويا په ګروي ورکوي . دولور خبره لا پاته ده چه اکثره نجوني دپلار په کورزړي شي ،کومه نجلۍ‍ باندي چه مور اوپلار زيات ولور اخيستی وي نو دهغي بيچاره نجلۍ ژوند ډير خراب وي ، خسرخيل دناوي سره ښه ګذاره نه کوي .دنجلۍ لپاره دسروزرو زيورات او دواده درانه مصارف خو هرچا ته معلوم ديپورته رواجونه که چيري په معقول ډول اجرا سي يعني دافراط څخه کار وانه خيستل شي او دکورنيو دتاوان او زيان باعث ونګرزي نوبيا خوښه دي چه اجرا سي .رواجونه او دودونه دوخت په تيريدوسره هم تغير کوي ،مثلا زما ښه په ياددي کله چه موږماشومان وو نوپه هغه وخت کښي زموږپه کورکښي چه به په سروري چارشنبي دخيرات په موخه به ديکچه پخه سوه نو ماښام به زموږدوستان او ګاونډيان دديکچي دخوړلولپاره راتله ، زماښه په ياددي چه لوی توردديکچي ديګ به پرنغري پروت وو اودوستان به پرراګرزيدلي وه اود ديګ څخه  به يي ديکچه په کا چوغه  خوړله ،دوخت په تيريدو سره دارواج بدل سو چه دوستانو ته ديکچه په غابوکښي کښيښودل سي اودوهم بدلون پسله دوودروکالو داو چه موږبه ديکچه په غابوکښي پرکورو ويشل . دلته مثبت تحول داو چه په ديګ کښي دديکچي خوراک دصحي سببه ښه نه و . که چيري موږ دارواج تحليل کړو نو به مثبت اومنفي اړخونه دواړه پيداکړو ،داچه ديکچه ولي په ديګ کښي خوړل کيدله کيدای سي په هغه وخت کښي دومره  غابونه به نه وه چه په رشتيا سره هم نه وه ، او يا کيدای سي په دي کښي بل راز نغښتير وي ،  په ديګ کښي دديکچي خوړل دوستان او ګاونډيان مجبوره کول چه دکوربه کورته ورسي چه دکورنيو راټوليدل ،او راشه درشه دايو ښه رواج وو چه دوستان به سره راټوليدل . کلتور او رواجونه دچاپيريال له اغيزي څخه ساتلي نه دي برعلاوه دچاپيريال تکنالوجي او پرمختګ هم پر  رواجونو اودودونواثر کوي ،پخوا چه به کوم دوست ناروغه سو نو دوستان به حتما پوښتني ته ورتلل اودناروغ سره به يي مخامخ پوښتنه اوګرويږنه کوله خواوس ټيليفون يوه وسيله سوه چه دناروغ پوښتنه وسي بيله دي چه ناروغ دنژدي څخه وليدل سي . زموږپه افغاني ټولنه کښي داسلام دپاک دين په رڼاکښي دوالدينو خدمت کول يولويه فريضه داولادونو ده ، حال داچه په غرب کښي اولادونه په مياشتو خپل موراوپلار نه ويني ، مور اوپلار دزړو خلکو لپاره داوسيدلو و استوګنځيوته سپارل کيږي او حتي په مړينه يي هم اولادونه او دوستان نه خبريږي . په غرب کښي مينه او محبت نه سته ،که چيري دوه وروڼه پسله ډيروکلووويني نوپه يو هاي يي سره خلاصه کړي . زموږپه ټولنه کښي که چيري کوم څوک مري نويواوږد ماتم اوغم رامنځ ته کيږي فاتحه څوورځي دوام کوي ، هغه څوک چه بيا دفاتحي لپاره راځي نو هغه بيا عزت هم غواړي خصوصا ښځي چه ورځي ورځي دماشومانو سره دفاتحه لرونکي پرکورناست وي اوعزت اوحرمت هم غواړي . په هغه کورني کښي چه مړی سویوي نو تريوه کاله پوري په هغه کور کښي ښادي منعه ده ، حال داچه دمذهبي نګا څخه داډول ماتم ښه نه دی ، خو په غرب کښي بيا ددي سرچپه حالت دی چه مخکي مووويل چه بعضا دوالدينو په مرګ اولادونه نه خبريږي غم او ماتم خولاپريږده خولنډه خبره داده چه دهري ټولني رواجونه سره بيل دي ،او هري ټولني ته خپل کلتور ګران دی. ",ايا زموږ ټول کلتوري توکي مثبت اوبهرني منفي دي 6199,پوهنوال رسول باوري," ليکوال : پوهنوال رسول باوري                   يادونه : داليکنه په سويډن کي د ځوان نسل او سالمي روزني علمي کنفرانس ته دښاغلي حاجي محمدامين باوري له خوا ولوسته سوه . هر کډوال  تن ، کډواله  کورنۍ ، ډله يا ګروپ  خپل کلتوري شخصيت  او مميزات تر هغه وخته د ځان سره ساتلای شي  چي په نوې ټولنه کي ورته د پاشل کيدلو او منلو شرا يط او زمينه برابريږي . هغسي چي دکلتور ي شخصيت  بشپړ تيا يې  پيرزماني واټن په بر کي نيولۍ هم هغسې  د بلي ټولني په منځ کي د خپل کلتور د پريښودلو لپاره زماني واټن اړين دۍ . د دې سره سره چي  په اوښتون او بدلون کي ځانګړتيا او استثنا خپل ځای لري ، خو په ټوليزه توګه د کلتوري شخصيت جوړيدل او بيا د هغه اوښتل زماني واټن ته اړتيا لري ، ښايې دا زماني واټن د يوشمير کسانو لپاره لږ او د يوشمير لپاره زياته موده په برکي ونيسي ، خو دا شونې نه ده چي  په ګړيو ، ورځو ، مياشتو او لنډو کلونو کي دا اوښتون په بشپړه توګه پلۍ شي . کډوالي د يوې ټولنيزي پروسې په توګه بيلا بيل لا ميلونه لري ، خو د کډوالو لورۍ څرګند دۍ او هغه د ستونزمن چاپيريال څخه  هوسا اوو ډاډمن چاپيريال ته  يا په بله وينا د وروسته پاته ټولنو څخه و پر مختللو ټولنو ته  ليږد دېدل دي . د همدې ار پر بنسټ هغه هيوادونه چي د ګډوالو منلو ته يې زړه کړۍ  او يا هوډمن دي ، هغوۍ د نويو راتلونکو لپاره د کلتوري بدلون او يا په بله وينا د نوې چاپير يال سره د کډوالو د سمون  ځانګړي پروګرامونه پلي کوي  . د دا ډول پروګرامونو په پلي کيدلو کي هغه کډوال ډيري ستونزي ګالي چي د خپلي پخوانۍ ټولني او نوي راغلي ټولني تر منځ يې د ودي او پر مختيا واټن زيات وي .  د دې لپاره چي په دې لنډه ليکنه کي خپلي موخي ته ورسيږم ، غواړم چي تر دريو سر ليکونو لاندي  د کډوالو کلتوري ستونزي را يادي کړم :  لومړۍ :  کډوال بايد  کلتوري بدلون ومني : د ا مسله  د يوه ټولنيز اصل په توګه په بشپړه توګه د منلو ده چي  په ټولنه کي د ډيره کيو واکمن کلتور د هغې ټولني لپاره ملي بڼه ځان ته اخلې او په ټولنه کي ميشت لږ ه کي د هغه واکمن کلتور په منلو او پاللو اړويستل کيږي . دا اړتيا ښايې د سياسي ، اقتصادي او ټولنيزو څرګندو او ناڅرګندو ځواکونو په ملاتړ تر سره او يا وتپل شي ، خو مننونکي يې د فشار او ځواک مخامخ ربړ يا نه شي احساسولای او يايې د درک څرګندولو اړتيا نه وي  او د يوه منلي دود او حکم په څير يې د منلو او پلي کولو وړ ګڼي . د دې بنسټيز لاميل  تر څنګ د انسان طبيعي وده او د پرمختيا سره د انسان  مينه او ليوالتيا دوهم لاميل دۍ چي په خپل پخواني کلتور کي د بدلون راوستلو پر له پسې هڅي کوي، چي هغه به خامخا د نوي ټولني د کلتور سره په تړاو کي وي  . دوهم  : د کډوالو کلتوري ستونزي يوشان نه دي  :د يوه تن کډوال په توګه کلتوري ستونزي ، د يوې کورنۍ په وړاندي کلتوري ستونزي او  د يوې ډلي او جمعيت په وړاندي کلتوري ستونزي  هم د شکل او هم د محتوی له اړخه سره بيلي او ډول ډول دي . که په ياد شويو دريو کټګوريو کي د ځانګړتيا او استثنا څخه تير شو ، مود او منځۍ حد په پام کي ولرو . د يوه تن لپاره په نوې ټولنه کي د کلتوري ستونزو پيټۍ تر کورنۍ او يوه ګروپ يا ډلې لږ دۍ . او همداشان د يوې کورنۍ کلتوري ستونزي د يوې  ډلي تر کلتوري ستونزو لږ دي . د دې  ستونزي بنسټيز لاميل دادۍ چي د يوه تن هويت او کلتوري شخصيت  په نسبت د کورنۍ   او جمعيت کلتوري شخصيت او هويت پيچلۍ او کثير البعدي دۍ ،. ځکه يې په وړاندي ډيري ستونزي را برملا کيږي .  يو تن کډوال کولای شي په لږ زغم سره خپل چاپير يال د نوي ټولني د اصلي اوسيدونکو سره  ورته  او په يوه رنګ جوړ کړي ، خو دا کار د يوې کورنۍ لپاره ستونزمن دۍ ، او د يوه جمعيت لپاره تر هغه کورنۍ لا زيات .   دريم : د مودل کلتوري شخصيت لپاره د ارزښتونو بيلوالۍ :په هر ټولنه کي کلتوري مودل شخصيت شته چي نوۍ نسل  د هغه کرکتر د خپلولو په نيت پټي او څرګندي هڅي کوي . د کلتوري مودل شخصيت کرکتر او معيارونه د بيلا بيلو موسيسو ، ځانګړوادارو او په ټولنه کي د واکمن اولسي کلتورپه مټ ساتل کيږي ، وده ورکول کيږي او د راتلونکو نسلونو لپاره يې محک او معيار ګرځوي .    هغه  کلتوري مدل شخصيت  چي کډوالو په خپله لومړنۍ ټولنه کي درلود ، په دوهمه ټولنه کي  وده نه شي کولای  ، د دې لاميل هغه ځانګړتيا وي دي چي په لومړنۍ او دوهمه ټولنه کي شته . کډوال په نوې ټولنه کي د مودل کلتوري شخصيت  د پيژندلو لپاره اړ دي چي د نوي  ټولني  ټول مادي او معنوي ارزښتونه وپيژني او د هغو په رڼا کي د ځان لپاره د مودل کلتوري شخصيت کرکتر وټاکي . په نوې ټولنه کي د ټولو ارزښتونو هر اړخيزه پيژندنه او په هغو پوهيدنه هغه ګږليچنه لاره ده چي پر له پسې طۍ کول غواړي  . د کډوالو لپاره په نوې ټولنه کي  د کلتوري مودل شخصيت موندل  زيات زماني واټن ته اړتيا لري او لږ تر لږه يو يا دوه نسله په کار دي چي په نوې ټولنه کي هغه ومومي او بيا يې د ځان لپاره معيار وګرځوي .  لنډه دا چي په دې ډول نوري زياتي کلتوري ستونزي د کډوالو په وړاندي شته چي د ټولو سپړنه او يادونه د دې لنډ ي ليکني تر توان ليري ده . او د دې ستونزو څخه د خلاصون يوازنۍ لاره په ورورو د نوي ټولني د واکمن کلتور منل دي او بس . د نوي ټولني کلتوري ارزښتونه نه منل نه يوازي داچي د کډوالو ستونزي نه شي حلوکولاۍ بلکي د بيلا بيلو برخوردونو او  ټکرونو د منځ ته راتلو لاميل  هم ګرځي او د کډوالو لپاره   مالي ، ټولنيزي  او رواني ناوړه ستونزي زيږوي  ، چي  د مخنوي په نيت يې  اړينو  تدبيرونو  ، ځانګړي مهارتونو  او د نوي ټولني دولتي او ټولنيزو ادارو او سازمانو له لوري  پيداګوژيکو علمي او هر اړخيزه پلانونو پر له پسې پلي کيدلو ته اړتيا شته .  د کډوالو کلتوري ستونزي يوازي په هغو يادو شويو برخو کي نه شي حل کيدلای ، تر ټولو ارزښتمن اړخ پخپله  د کډوالو له لوري د دې ستونزو د حل په لار کي په پوهيدلي توګه پرله پسې هڅي او کړني دي چي د نورو دولتي ، ټولنيزو ادارو سره يې يوځای په پلي کولو او منلو ځانونه هوډمن  وګڼي . دا چي د کډوالو په تړاو نوري ادارې او سازمانو نه د کډوالو د ستونزو د حل لپاره  څه کوي او يا څه بايد وکړي  ، يوې خانګړي اکاډميکي څيړني او ليکني ته اړتيا شته ، خو زه په دې برخه کي يوازي  د کډوالو له لوري   دهغو هڅواو کړو وړو څو بيلګي په ګوته کوم  چي د راپيښو ستونزو د مخنوي لپاره يې تر واک او ځواک لاندي دي  .  لومړۍ  : د پخواني کلتور د پايښت وړ برخو درک او د هغو وده : د کلتور وده  دخپلي اړوندي ټولني د ودي سره تړلې ده ، هغسي چي د ټولنو تر منځ  د ودې او پرمختګ اندازه توپير او ځانګړتيا لري ، په هغه پيمانه  د کلتورونو تر منځ  هم بيلوالۍ څرګند او د درک وړ دۍ . خو يوشمير داسي کلتوري ارزښتونه شته چي په زياتو انساني ټولنو کي سره ورته وي ، د بيلګي په توګه ، د مشرانو درنښت ، صداقت او وفاداري ، د کار سره مينه او داسي نور . دا او دې ته ورته يوشمير نور کړه وړه زموږ په افغاني کلتور کي هم  د ښو کړووړوپه معيار او توله تشويق او وده ورکول کيږي  .  او دادۍ په دې نوي ټولنه کي هم  ياد شوي کړه وړه او دې ته ورته نور  د درنښت وړ دي .کډوال افغانان او  افغاني کورنۍ کولای شي چي د خپل افغاني کلتور داډول  معياري  کړو وړو ته وده ورکړي او د خپلو ځوانانواو راتلونکو نسلونو تر منځ يې  دساتلو او پايښت روحيه غښتلې کړي . خو يوشمير داسي ځانګړي کلتوري هڅي او کړه وړه شته چي د پايښت شونتيا يې په دې نوې ټولنه کي  نشته . دا په کورنيو پوري اړه لري چي دا شوني او ناشوني کلتوري کړه وړه سره بيل او بيا يې  د پايښت ورکولو او نه ورکولو پريکړه وکړي .   دوهم : پر کلتوري يوځایوالی ( امتزاج ) باور : انساني خلاق ذهن د ځان ساتني ، ځاني ودي او پرمختيا غوښتني هڅونکۍ ځواک دۍ ، د همدې ځواک په مرسته په نوي ټولنيز چاپير يال کي  د ځان لپاره د پايښت او تطبيق امکانات او زمينه برا بره وي . د کډوالو برخليک د دې پروسې څرګند ثبوت دۍ . کډوال د نوي ټولني  په کلتور ي ارزښتونو ځان پوهول خپله دنده ګڼي  د نوي  ټولني دکلتور  څخه اخستنه کوي او ځان عياره وي ،  دا بدلون په يوه ځل نه شي تر سره کيدلای  او له بلي خوا خپل پخوانۍ کلتور هم په يوځل نشي پريښودلای . د کډوال په کلتوري کړو وړو کي دبدلون دا لړۍ ورو ورو پلي کيږي ، او د دې پروسې مخنيوۍ هم شونۍ نه دۍ .  هغه څه چي کډوال  بايد ورته پام وکړي او يا يې ومني هغه د کلتورونو ترمنځ دامتزاج او يوځای کيدلو پروسه ده . پر دې پروسې باور او د هغې منل کولای شي چي د کډوالو زياتي رواني، اخلاقي او حتی ټولنيزي ستونزي  ليري کړي .    دريم  : د بيلوالي او تجريد مخنوۍ :  يوشمير کډوال ښايې داسي وه انګيري چي د نوي ټولني څخه ليري والۍ او ګوښي پاته کيدل به د کلتوري ټکر د مخنوي لاره وي . او يا به ښايې د نوي ټولني  په ځينوکلتوري  برخو کي لنډ مهاله او يا هم د نه ګډون پريکړه ګټوره وګڼي . کډوال کولای شي د ځان په اړه پريکړه وکړي ، خو هغه څه چي بي ګټي هڅي بلل کيدای شي هغه د نوي ټولني څخه بيل والۍ او ګوښي توب دۍ . د نوي ټولني څخه د کلتوري تفاوت پر بنسټ  ځان ليري ساتل او يا کورنۍ ليري ساتل ، نه يوازي دا چي ګټه نه لري بلکي  د بحران تر بريده يې د چاودلو او ورانيدلو شونتيا شته . د دې لپاره چي د داسي بحراني حالاتو مخنيوۍ شوې وي ، اړينه ده چي د تجريد او ګوښي توب څخه ډه ډه وشي . خو د دې ټکي يادول هم اړين دي چي د کډوالو لپاره  په نوې ټولنه کي د معياري کلتورپيژندنه اويا په بله معنی  د ښو په رديف کي د  منل شويو کړو وړ و پيژندل  د وياړمن ژوند بنسټ دۍ  .  ",کډوال،کلتوري ستونزي اودحل لاري (پوهنوال ر.باوري) 6200,حبيب الله غمخور," حبيب الله غمخور ښاغلي سيستاني  د۱۹۳۷ م کال دمارچ په مياشت کښي دنيمروز ولايت په يوه متوسطه کورنۍ کي دنياته راغلی دي . دهغه پلار شيراحمد نوميده اودنيکه نوم يې  محمد يوسف خان بارکزی دی .ښاعلی سيستاني خپل لومړني تعليمات دنيمروز په ولايت کښي تر سره کړه،پسله هغه يې دکابل دارالمعلمين پای ته ورساوه .  ترهغه  وروسته دکابل پوهنتون دادبياتو او بشري علومو پوهنخی د تاریخ اوژورنالیزم په  رشتو کې لیسانس ترلاس کړ . پسله فاکولتي د ۱۹۶۶ کال په پيل کښي دښونکی په توگه مقرر شو،بیا دنیمروز د ((ابوداود سجستانی)) دلیسی مدیر په توگه او وروسته دنیمروزاوبیا  دهلمند ولایتونودپوهنی او ښونی د مدیریت دمرستیال په توگه دنده ترسره کړېده .پس لهڅه مودي نه کابل ته ولاړ اوهلته يوه موده دکابل ننداری دتیاتردمدیر په توگه مقررشو او هلته يې خپل استعداد دډرامی لیکلوپه ساحه  کې وازم يه ،سيستاني صحب پدغه وخت کښي (( ۴)) ډرامه   د""ضربۀ سوم"" ،""رسوائی""، ""پشیمان""، او ""مځکی "" تر عنوانولاندی  ولیکل  او نمایش ته وړاندی شول دغو ډرامونودکابل په شار کې زيات علاقمندان پيداکړه او دخلکو پاملرنه يې راجلب کړه . د۱۹۸۰ کال په اوایلوکښي دافغانستان دعلومو داکاډمۍ  داجتماعي علومو مرکز دتاريخ او اتنو گرافې په انستيتوت  کښي دنده تر لاسه کړل .په دی ځای کی ښاغلی سیستانی یومهم تحقیقاتی کتاب د""مالکیت ارضی وجنبش های دهقانی در خراسان قرون وسطی"" تر عنوان لاندی تالیف او دافغانستان دعلومو داکاډمی له خواخپورکړچی دروشنفکرانو توجه ئی ځان ته راجلب  او ښه استقبال شو. په ۱۹۸۶کی ښاغلی سيستاني  د خپل ابتکاری اوتحقیقاتی کارونو په نتیجه کی دعلمي اثارو تر ارزیابی  وروسته دکانديد اکادميسينی علمي رتبه چی دپروفسری سره معادله رتبه ده ترلاسه کړه .  نوموړې د ۱۹۶۲- ۲۰۰۶کال پوری دتاریخ، جغرافیا،د زمکی تولیدی مناسبات  او دافغانستان دښځوپر اجتماعی ، حقوقی  او ټولنيز حالت اونورتاریخی مسایلوپه برخه کښي ((۲۴))  څېړنيزی کتابونه لیکلی اوچاپ کړی دي چی دهغی له جملی څخه يې ((۱۰)) کتابه په سویډن کی تر اوسه لیکلی او چاپ کړی دی. دافغانستان په مختلفو موضوعاتو باندی  يې تر سلگونو زیاتی مقالې ليکلي  چې زیاتره برخه ئی دافغانی فرهنگي  ټولنو د نشراتو یا انترنت سایتونو له لیاری لوستونکی ته وړاندی سوي دي . همدا اوس هم موږ دده با ارزښته مقالی دانترنت سایتونو په پاڼوکی  لولو اوگټه ورنه آخلو.کانديد اکادميسين اعظم سيستاني  په۱۹۸۶ کال کی دافغانستان دعلومو په اکاډمی کی داجتماعي علومو د مرکز درئیس په حیث مقررشوچی د  ۱۹۹۲کال تراوایلو په دغه دنده کی وظیفه اجرا کول . د مجاهدینو دحکومت راوروسته سيستاني صاحب  هم دنورو روڼ اندو او پوهانو په څير دهيواد پرېښودلو ته مجبور شو، او د ۱۹۹۵ م کال  راپدې خوا د سوئډن دگوتنبورگ په ښارکښي ژوند کوي  .سيستاني صاحب  متاهل دی،  دوه زامن اوڅلور لوڼي لري   چی توله پس له خپلو زدکړو اوس کارکوی او هریو خپلی مستقل ژوند لری .دکانديد اکادميسين اعظم سيستانی دمستقل آثاروفهرست دا دی :۱-مالکيت ارضی و جنبشهای دهقانی درخراسان قرون وسطی، چاپ اکادمی علوم افغانستان ، کابل ۱۳۶۲=۱۹۸۳م
۲ _ نظام بهره برداری از زمين درافغانستان قرون وسطی، طبع کمیته دولتی طبع ونشر، ۱۳۶۱=۱۹۸۲م(اين دوجلد دريک مجلد درسال ۲۰۰۲ در سوئد تجديد چاپ شده (
۳ _ سيستان ، سرزمين ماسه هاو حماسه ها (جلداول )، طبع اکادمی علوم افغانستان ،کابل ۱۳۶۴=۱۹۸۵م
۴ -سيستان ،سرزمين ماسه ها وحماسه ها(جلد دوم) ، طبع اکادمی علوم افغانستان،۱۳۶۷=۱۹۸۸ 
۵ _ قيام های مردم افغانستان بر ضد نادرشاه افشار، طبع وزارت اطلاعات و کلتور، ۱۳۶۸ =۱۹۸۹م 
۶ _ سيستان، سرزمين ماسه ها وحماسه ها ( جلدسوم ) ، طبع اکادمی علوم افغانستان ،۱۳۶۷ =۱۹۸۸م 
۷ _ سيستان، سرزمين ماسه ها وحماسه ها (جلدچهارم) شامل: سرگذشت سيستان و رودهيرمند از ۱۷۴۷ تا ۱۹۷۳ م، طبع اکادمی علوم افغانستان، ۱۳۶۸=۱۹۸۹م .( قابل تذکر است که مواد ومطالب اين چهار جلد کتاب در مورد سيستان، از سال ۱۳۴۴ببعد مورد پژوهش قرارگرفته بود، و در سال ۱۳۶۳ دراکادمی علوم برای چاپ  سپرده شده بود.). 
۸ _ مردم شناسی سيستان ، طبع اکادمی علوم افغانستان ، ۱۳۶۸=۱۹۸۹م.
 ۹ _ بررسی اوضاع سياسی و اجتماعی افغانستان از ۱۹۰۱ تا ۱۹۱۹م ، طبع وزارت اطلاعات وکلتور ۱۳۶۸=۱۹۸۹ 
۱۰ _ سيمای رستم در شاهنامه ، طبع اکادمی علوم افغانستان، ۱۳۶۹ =۱۹۹۰ 
۱۱ _ مناسبات ارضی و شيوه های برخوردبه مسأله زمين وآب در افغانستان سال های ۷۰ و۸۰ قرن بيستم، طبع اکادمی علوم افغانستان ، ۱۳۷۰ =۱۹۹۱م  ۱۲ _ مقدمه يی بر کودتای ثور وپيامدهای آن در افغانستان ، طبع ۱۹۹۶، چاپ سوئد(اين کتاب درسال ۲۰۰۰م در پيشاورپاکستان از طرف يک از موسسه نشراتی برونمرزی افغانها نيز تجديد چاپ شده است.)۱۳ _ قيام های مردم افغانستان از قرن هشتم تا هژدهم ميلادی، طبع ۱۹۹۹، سوئد
۱۴ _دو نابغه سياسی _ نظامی افغانستان در نيمه اول قرن ۱۹م، طبع ۱۹۹۹، سوئد(اين کتاب در زمستان ۱۳۷۸ ش درايران و در ماه حمل ۱۳۷۹ ش در پشاور پاکستان نيزتجديد طبع شده است. )۱۵ _ يک نگاه انتقادی برجلد اول ودوم افغانستان درمسيرتاريخ ،(مجموعه مقالات) چاپ ۲۰۰۰م ، سوئد۱۶_خيزشهای مردم قندهار، هرات وسيستان برضد سلطه صفويان ايران و بابريان هند درقرن ۱۸، چاپ ۲۰۰۰م ، سوئد ۱۷_علامه محمود طرزی و نقش او در احياء جنبش مشروطيت و استقلال افغانستان ، چاپ ۲۰۰۱ سوئد ۱۸ _ نگاهی بر اوضاع اجتماعی افغانستان از طاهريان تا تيموريان (۸۲۰ تا ۱۵۰۷ م) چاپ۲۰۰۱ ۱۹_سی مقاله دورغربت ، چاپ ۲۰۰۲ سوئد۲۰_حماسه قيامها يا دوقرن مبارزه بخاطر آزادی، چاپ ۲۰۰۴ سوئد۲۱- سیمای زن افغان درتاریخ، چاپ ۲۰۰۴، سوئد۲۲_ رستاخيز قندهار و فروپاشی دولت صفوی درايران ، چاپ ۲۰۰۵سوئد۲۳_ پشتونستان وزخم ناسور خط دیورند، مجموعه بیست مقاله ، چاپ۲۰۰۵ ۲۴_ افغانستان دریک نگاه(مجموعه ۲۳مقاله)،چاپ مشهد ایران، ۲۰۰۶۲۵_ظهور افغانستان معاصر واحمدشاه ابدالی، زیر چاپ است۲۶_ ایا تلاش برای تعویض نام افغانستان، تلاش برای تجزیۀ آن نیست؟ زیر چاپ است . ج - رسالات ومقالات چاپ شده غيرمستقل: در افغانستان معمولا نوشته ايکه ازپانزده صفحه چاپى کمتر مى بود« مقاله » و اگر از پانزده صفحه بالاتر تا پنجاه و شصت صفحه ميبود، رساله ميگفتند. در ميان اهل تحقيق شرط هر دو نوشته، کاربرد روش تحقيق و پژوهش در چنين نوشته هابود.ومقالات من ازين روالند. ١ - درياچه زره، ( رساله )مجله آريانا، شمارهاى ٣و٤ سال ١٣٤٤ ٢ - نيمروز به نيمنگاه، (رساله) مجله آريانا، شماره هاى ١١و١٢ سال ١٣٤٤ش ٣ - سرود آتشکده کرکويه، (مقاله) مجله آريانا، شماره هاى ١١-١٢سال ١٣٤٥ ٤ - دورنماى يک رودخانه بزرگ، (رساله) مجله آريانا، شماره هاى ٧،٨،٩،١٠ سال ١٣٤٥ ٥ - جغرافياى تاريخى زرنج ، (رساله) مجله آريانا، شماره هاى ٣،٤ ،٥،٦ سال ١٣٤٦ ٦ - جغرافياى طبيعى سيستان، (مقاله) مجله آريانا،شماره اول سال ١٣٤٦ ٧ - اوضاع اقتصادى سيستان درصدر اسلام ، (مقاله) مجله آريانا، شماره دوم سال ١٣٤٦ ٨ - سيستان در ادبيات مزديسنا، ( رساله )مجله آريانا، شماره هاى ٢و٣ سال ١٣٤٧ ٩ - فراه يا فرا؟ ( مقاله ) مجله اريانا، شماره سوم سال ١٣٤٧ ١٠ - سار تار يا حصارطاق ؟ (مقاله) مجله آريانا ، شماره اول ، سال ١٣٤٥ ١١ - سيستان شرقى،(رساله) مجله آريانا، شماره ٥ و٦، سال ١٣٤٧ ١٢ - اوضاع سيستان وزوال خاندان کيانى در قرن ١٩ م،( مقاله ) مجله آريانا ، شماره ٤ ، سال١٣٥٠ ١٣ - سيستان قديم، (مقاله) مجله آريانا، شماره اول، سال ١٣٦٣ ١٤ - حماسه سيستان، (رساله) مجله آريانا، شماره هاى ٤و ٥، سال ١٣٦٠ ١٥ - سيماى رستم در شاهنامه (رساله)، مجله خراسان ، شماره هاى ١، ٢و ٣، سال اول ١٦ - تذکرات مختصرجغرافيائى در موردسيستان و زابلستان، (رساله) مجله آريانا ، شماره هاى دوم وسوم سال١٣٦٢ ١٧ - مفهوم جغرافياى تاريخى وبرخى اصطلاحات آن، (مقاله) آريانا، شماره سوم سال ١٣٦٤ ١٨ - بازتاب يکى دو واقعيت تاريخى سيستان در شاهنامه فردوسى، (رساله) مجله عرفان، شماره اول سال١٣٦١ ١٩ - شيوه هاى بهره بردارى از زمين درافغانستان قرون وسطى، (رساله) سالنامه کابل، ١٣٦١ ٢٠ - مناسبات فئودالى در افغانستان دهه ٧٠ (رساله) مجلاه آريانا، شماره اول، سال ١٣٦٦ ٢١ - شيوه هاى بهره بردارى از زمين در نيمروز (رساله) مجله آريانا، شماره دوم سال ١٣٦٦ ٢٢ - پايه هاى عمده اقتصاد فئودالى درافغانستان دهه ٧٠قرن بيستم (رساله) مجله آريانا ، شمار ه هاى ٣و٤ سال ١٣٦٦ ٢٣ - ضرورت حل مسأله زمين و آب در افغانستان سالهاى ٧٠ و٨٠ قرن بيستم ( رساله) مجله آريانا، شماره اول سال ١٣٦٧ ٢٤ - نقش تاريخى آب و آبيارى مصنوعى در تشکل جامعه افغانى، ( رساله ) مجله آريانا، شماره دوم سال ١٣٦٧ ٢٥ - سياست ارضى احمدشاه درانى، (مقاله) مجله صرير، چاپ ١٩٩٨، شماره ٢٤، هالند ٢٦ - چرا امير دوست محمد خان خودش را به انگليس ها تسليم کرد ؟ ( مقاله) مجله صرير، شماره هاى ٢٢ و ٢٣، سال ١٩٩٧ و جنورى ١٩٩٨ ٢٧ - تاثيرات سوء رقابت روس و انگليس بروضع سياسى افغانستان و کشور هاى منطقه در نيمه اول قرن ١٩، ( مقاله) مجله صرير، شماره ٢١ ، سال ١٩٩٧ ٢٨ - قيام مردم پروان و کاپيس، برهبرى مير مسجديخان کوهستانى، (مقاله) مجله آرياناى برون مرزى،شماره اول سال اول، چاپ استکهلم ٢٩ - وطن پرستى علامه محمودطرزى و نقش او در احياء جنبش مشروطيت و استقلال افغانستان، (رساله ) مجله آرياناى برون مرزى، شماره هاى دوم وسوم ، سال ١٩٩٩ ٣٠ - اوستا، زرتشت و کيش زرتشتى(مقاله) مجله آرياناى برونمرزى، شماره ٤، سال ٢٠٠٠ ٣١ - قيام محمدخان بلوچ برضدنادر افشار در دهه چهارم قرن هژدهم،( مقاله ) مجله مليت هاى برادر، شماره چهارم ، ١٣٦٦ ٣٢ - بزرگداشت از استقلال وشاه امان اﷲ (مقاله) مجله صرير، شماره اگست سال ١٩٩٧ ٣٣ - توضيحى بريک پراگراف بحث انگيز تاريخ غبار در باره احمدشاه بابا( نقد) مجله زرنگار،چاپ تورنتوى کانادا، اول مى سال٢٠٠٠م ،، مجله دعوت چاپ ناروى، شماره ١١١ ٣٣ - يک نگاه انتقادى برجلد اول ودوم افغانستان در مسيرتاريخ (نقد) هفته نامه اميد، چاپ امريکا، شماره ٤٢٠ و٤٢١ ، سال ٢٠٠٠م ، مجله دعوت، چاپ ناروى، شماره هاى ١١٥ و ١١٧ - ١١٨ ٣٤ - تخريب پنج شخصيت علمى - فرهنگى کشور در جلددوم تاريخ غبار، (نقد) هفته نامه اميد، شماره هاى ٤٠٨ ، ٤٠٩،٤١٠، سال ٢٠٠٠م ، مجله دعوت ، چاپ ناروى ٣٥ - رگه هاى از موسيقى خراسان در فرايندادبيات سده هاى ميانه ، اين رساله در سال١٣٦٢ در مجله عرفان با نام مستعار « آذرک نيمروزى» به چاپ رسيده است . ٣٦ - وزيرفتح خان، مردى از تبار ابومسلم خراسانى (رساله) اخبار هفته کابل،١٣٦٩ ٣٧ - وضع دهقانان و حيات روستائى در خراسان قرون وسطى، آريانا برونمرزى، شماره ١-٢سال دوم ٣٨ - اوستا، حماسه کشاورزى (مقاله) اين مقاله در پنجمين همايش بين المللى: پژوهش در فرهنگ باستان و اوستا، منعقده گوتنبرگ سوئد (از ٢٣ -٢٩ سپتامبر٢٠٠٠)، قرائت شده است. و نيز در شماره سوم سال دوم آريانا بيرون مرزى بچاپ رسيده است . ٣٩ -زندگى شهرى و وضع اقشاراجتماعى در خراسان قرون وسطى ، آريانا برونمرزى ،سال دوم،شماره ٤ ٤٠- قيام ملک محمود سيستانى، (رساله) در مجموعه سه مقاله از سى مقاله سيستانى ،چاپ ٢٠٠٣ ٤١ - چند کلمه از زبان مردم بومى سيستان ، (مقاله) مجله آريانا سال ١٣٥٠، شماره ؟ ٤٢ - مادر کجاى تاريخ قرار داريم ؟(مقاله)مجله آزادى شماره هاى ٣٩-٤٠ سال ٢٠٠١ ٤٣ - يک پاسخ کلى به چند سوال تاريخى داکتر اکرم عثمان ، مجله آزادى، شماره هاى ٤٢- ٤٣ ،چاپ دنمارک ، ٢٠٠١ ٤٤ - ده کجا و درختها کجا؟ (پاسخ يک انتقاد) ،ماهنامه کاروان، شماره هاى ٧٩- ٨٠ ٤٥ - حاشيه يى برمقاله «کساد بازار عقل» (پاسخ يک نقد)، مجله «درد دل افغان» امريکا، شماره هاى مسلسل ٣٣ و ٣٤ سال ٢٠٠١ ٤٦ -نقش روحانيت متفذ در ضديت با تحولات اجتماعى و ايجاد اغتشاشها درکشور،مجله آريانا برونمرزى، شماره دوم ،سال سوم (جون - اگست ٢٠٠١) سايت آريائى ٤٧ - ظهور، عروج و زوال سامانيان، مجله آريانا برونمرزى ، شماره ٧ سال ٢٠٠١ ٤٨ - نقش جرگه هاو لويه جرگه هاى تاريخى درحيات سياسى افغانستان، مجله صلح و افغانستان، شماره ٤،چاپ آلمان، مجله درددل افغان، شماره ٣٩، چاپ امريکا ٤٩ - برخى نظريات پيرامون قانون اساسى آينده افغانستان ، مجله فردا و مجله صلح و افغانستان امروز، شماره ٩، ٥٠ . نظام فدرالى در اوضاع کنونى قبل از وقت و تحقق آن تلاش درجهت تجزيه کشوراست، آئينه افغانستان ، شماره ٩١، مجله درد دل افغان، شماره ٤٤ ،دعوت، شماره ١٤٣-١٤٤ ٥١ - نظام فدرالى و واکنش هاى افغانان ، درد دل افغان ، شماره ٤٤،صلح افغانستان امروز، شماره ١١ ٥٢ -حاشيه برمقاله فاشيزم مقدس، آئينه افغانستان ، شماره ٩٣،سايت آريائى ٥٣ . آيا اسلام سياسى ميتواند افغانستان را از عقب ماندگى نجات بدهد.سايت آريائى ٥٤ - هنوز تا دموکراسى راه درازى در پيشرو است ،درد دل افغان ، شماره ٤٣ ٥٥ - آيا محمدولى خان در سقوط امان اﷲ خان نقش داشت ؟ درددل افغان، شماره ٤١ ٥٦ - تفنگ سالاران عامل عمده نقض حقوق بشر، درددل افغان ، شماره ٤٨ ٥٧- آيا نبرد عليه دهشت افگنى ، نبرد عليه بنيادگرائى است؟ درددل افغان، ش، ٤٤ ٥٨- بررسى اوضاع سياسى ـ امنيتى افغانتستان يک سال بعد از سقوط طالبان ، صلح و افغانستان امروز ، شمار. نهم ، درد دل افغان ، شماره ٤٤ ٥٩ - افغانستان ،تجليگاه فرهنگها، درسيمنار فرهنگ و هنر درتبعيد دردسمبر ٢٠٠٢ در استکهلم خوانده شده است. ٦٠ - ملاحظاتى در باره دوکتاب ، (پشتانه د ژب پوهنى په رناکى ) و نقدى برجلد اول زندگى اميردوست محمدخان، تاليف موهن لال ، مجله آئينه افغانستان ، شماره ٩٠، و مجله فردا، شماره ٢٣ ٦١ - استاد عزيز نعيم ، مردى از تبار دانش و تواضع ،فردا، شماره ٢١، صلح و افغانستان امروز، درد دل افغان ، شماره ٤٦ ٦٢-  آيا مردم افغانستان به قانون اساسى فاقد دموکراسى ضرورت دارند؟ مجله فردا، شماره ٢٧ ٦٣-  شمه اى از استبداد مذهبى دولت صفوى در ايران و بخشهاى غربى افغانستان ، صلح و افغانستان امروز ٦٤- سيماى زن افغان درتاريخ ، درددل افغان، شماره ٤٥، سايت آريائى ٦٥ - وجدان طيب يک جلاد خون ريز، مجله دعوت ، شماره ١٤٦- ١٤٧ ٦٦ - محورهاى تناقض اسلام با حقوق بشر، سايت آريائى ٦٧ - نقش پاکستان در تشديد بحران افغانستان ، سايت آريائى ، ونيزمجله نوى هيله ، شماره ٦ ٦٨ - ملالى جويا ، شيرزنى از تبار کاوه آهنگرو ازديار فريدون دادگستر، سايت آريائى و روزنامه کيوان ، چاپ امريکا ٦٩ - مسئله پشتونستان و خط ديورند، سايت آريائى ، آئينه افغانستان ، شماره ٩٤، صلح و افغانستان امروز، شماره ١٣ ٧٠ - برسردوراهى انتخاب ، سايت آريائى و سايت فردا ٧١ - براى افغانستان و جامعه بين المللى کداميک خطرناک تراست :تروريسم، يا توليد و قاچاق مواد مخدر؟ سايت آريايىفهرست مقالاتی که ار این نویسنده تنها در سایت افغان – جرمن آنلاین به نشر رسیده است (ودر صورت امکان در کانفرانس قرائت گردد):۱- صعود وسقوط محمود افغان در ایران۲- مردم ما خواهان محاکمهً ناقضان حقوق بشراند ۳- اهميت آب ونقش آن در منازعات ملل منطقه ۴- پاکستان از افغانستان چه ميخواهد؟ ۵- نظام فدرالی در اوظاع کنونی قبل از وقت، وتحقق آن توطئه برای تجزیه کشور است ۶- اکادميسين رشاد، دانشمند سترگ قرن بيستم افغانستان ۷- یادی از دو شاعر همدیار ولی ناهمگون ۸- آيا محمدوليخان بدخشی در سقوط اعلیحضرت امان اﷲ خان نقش داشت؟  ۹- زندگی امیر دوست محمدخان، امیر کابل۱۰- خــراسان، ايـران و افـغانستـان ۱۱- ازمبارزات خواهر امیرکابل تا شجاعت زوجۀً میر هزاره ۱۲- جنایت در جامۀ جهاد  ۱۳- وضعیت حقوقی زنان افغان درسال ٢٠٠۵م ۱۴- مقدمه یی بر چگونگی ظهور افغانستان معاصر ۱۵- نگاهی بردوران«خوشبختی؟» مردم افغانستان قبل از ١٧٤٧ ۱۶- پاسخی به نویسندۀ مجهول به نام علی یاور ۱۷- افغانها یهودی اند یا آریائی ؟ ۱۸- ٤٠٠٠ سال است که افغانها درمتن و بطن افغانستان زندگی میکنند، مگرتا کنون از باشندگان بومی کشورشمرده نمیشوند، چرا؟ ۱۹- روز های ۷ و۸ ثور   ۲۰- یادی از مادران مـرد پرور و زنان دلاورافغان ۲۱-  ازملالی جویا ، این قهرمانزن افغان به دفاع برخیزید! ۲۲- تکـمـلـه ای بـرکـتـاب کودتای ثور و پیامد های آن  ۲۳- اعليحضرت امان الله خان غازی ، رهبری که عاشق ميهن، استقلال و مردمش بود - ۲۴- یادی از مادران مـرد پرور و زنان دلاورافغان  ۲۵-  پيام اعلیحضرت امان اﷲ خان غازی عنوانى استاد قاسم افغان  ۲۶- سـرنوشت آن هفت هزار نسخۀ خطی ازآرشیف ملی وموزیم کابل چه شد؟  ۲۷- آیا افغانستان قبل ازامیرعبدالرحمن خان فاقد تاریخ وجغرافیا بود؟  ۲۸- آیا افغانستان یک نام جعلی است ؟ و آیا  میتوان قوم پشتون را نابود کرد ؟  ۲۹- پشتونولی چیست؟ ۳۰- تأملی برعواقب جرگۀ قبایل دو سوی خط دیورند  اشتراک فعال درسيمنارها و سمپوزيم هاى ملى وبين المللى : پس از عضويت در اکادمى علوم افغانستان ، در تمام سيمنار ها و سمپوزيم هاى ملى وبين المللى ايکه با علوم اجتماعى و بخصوص تاريخ ارتباط داشته است، فعالانه اشتراک ورزيده ام وبا نگارش مقالتى و شرکت در بحث ها وتوضيحات علمى سهم عملى داشته ام. از آن جمله در سيمنار هاى علمى - تحقيقاتى ذيل فعالانه سهم گرفته ام ١ -سيمنار بين المللى بزرگداشت از هزارمين سال تاليف کتاب « حدودالعالم من المشرق الى المغرب» تاليف در ٣٧١هجرى قمرى، که به عنوان منشى سيمنار، کار تدوير آن را بر عهده داشتم و مقالتى براى خوانش در آن سيمنار نوشتم و خواندم وبه سوالات دانشمندان اشتراک کننده پاسخ گفتم٠ (١٣٦٢) ٢ - اشتراک در سيمنار تحقيقاتى بمناسبت تجليل از« مختومقلى» شاعر ترکمن در قرن هژدهم ميلادى٠مقالتى راجع به اوضاع اجتماعى و سياسى عصر شاعرکه مصادف به ايام فرمافرمائى نادرشاه افشار بوده،نوشتم وخواندم٠ ٣ - اشتراک در سمپوزيم ملى تجليل از هزاره سرايش شاهنامه که مدت يک هفته در دانشگاه کابل، برگذارشده بود و من مقالتى تحت عنوان « بازتاب بر خى واقعيت هاى تاريخى سيستان در حماسه فردوسى» نوشتم وآنراخواندم که مايه دلچسپى و جر وبحث مفصل دا نشمندان شامل در سمپوزيم شد. ٤ -اشتراک در سمپوزيم بين المللى تاريخدانان شوروى وافغانستان که براى سه روز در هوتال آريانا برگذار شده بود٠ اعتراضات و انتقادات من بر شيوه کاروتر کيب کميسيون مشترک تاريخدانان افغانستان و شوروى، سبب شد تا بر ترکيب اين کمسيون تجديدنظر شودو سه نفر از اعضاى انستيتوت تاريخ و اتنوگرافى، بشمول خودم در آن عضويت بيابند. ٥ - اشتراک در سمپوزيم بين المللى تحقيقاتى تاريخدانان شوروى و افغانستان، پيرامون تاريخ و جامعه شناسى افغانستان، که در شهر دوشنبه تاجکستان ( ١٩٨٧) ٦ - اشتراک فعال در سمپوزيم بين المللى تاريخدانان افغانستان و شوروى که در سال ١٩٨٨ در کابل تدويريافته بود. اتوبيوگرافى مولف (٢٩٣ ) پيوست دوم ٧- اشتراک درسيمنار بين المللى « متودلوژى تاريخ » که از طرف مرکز علوم اجتماى اکادمى علوم در هوتل آريانابراى دو روز برگذارشده بود. مسؤليت تدويراين سيمنار در سال ١٩٨٩ بدوش من بود. ٨ - اشتراک در مذاکرات روى پروبلم هاى قابل مطالعه در تاريخ افغانستان با دانشمندان شرقشناسى اکادمى علوم مسکو درسال ١٩٨٨ ٩ - تدوير سيمنار ملى پيرامون مشکلات ووضع تعليم و تر بيت در مکاتب افغانستان که با اشتراک وزارت تعليم و تربيه و استادان فاکوته تعليم وتربيه پوهنتون کابل، در سال ١٩٨٩ در هوتل آريانابراى سه روز برگذار شده بود. ١٠ - اشتراک فعال در درسيمنار بين المللى بزرگداشت از امير على شير نوائى، در سال ١٩٩٠که از جانب اکادمى علوم برگذار شده بود. ١١- اشتراک فعال درسيمنار ملى تجليل از ٢٧٠مين سال تولد احمدشاه درانى که در ١٩٩٠برگذار شد. ١٢ - سهم گيرى در کنفرانس هاى علمى تجليل از استقلال افغانستان ، بخصوص هفتادمين سالگرد استرداد استقلال کشور. ١٣ - اشتراک در سمپوزيم ملى « کابل درگذرگاه تاريخ » که از طرف انجمن نويسند گان افغانستان در هتل انتر کانتى ننتل برگذار شده بود. ١٤ - اشتراک در سيمنار بين الملى: پژوهش در زبان و فرهنگ باستان ايران ، منعقده شهر گوتنبرگ سوئد،(٢٣-٢٩۱۵-اشتراک در سیمنار بزرگداشت از ۸۵ مین سالگرد استرداد استقلال افغانستان در کلن آلماندرسال۲۰۰۴۱۶_ اشتراک در کانفرانس علمی: سیصدمین سال قیام قندهار برضد دولت صفوی ایران،در شهر کلن آلمان در۲۰۰۵۱۷- اشتراک در سیمنار علمی سیصدمین سال قیام ایمل خان مومند برضد دولت مغولی هند، منعقدۀ کلن آلمان در ۲۰۰۶   ",دکانديد اکاډمسين محمداعظم سيستاني ژوندليک 6201,احمدشاهوتکي," يادونه : داليکنه په سويډن کي د ځوان نسل او سالمي روزني علمي کنفرانس ته ليکل سوې وه . تکړه لیکوال او ژورنالیست ښاغلي حبیب الله غمخورپه سويډن کې د افغانانو د علمی او فرهنګی مرکز مشر!سلام علیکم!هیله من یم چې روغ او جوړ اوسی. دا چې ستاسو په نوښت او ابتکار په سویډن کې د افغانستان د پیاوړی لیکوال، څیړونکی ، تاریخ پوه، کاندید اکادمیسین ښاغلي اعظم سیستانی د علمي او څیړنیزو خدمتونو د ستاینې او قدر په ویاړد پرتمینې غونډی  دجوړیدو په درشل کې یاست دا مو یو    پرځای او د قدر وړ اقدام دی . کاندید اکادمیسین ښاغلي سیستانی د افغانستان هغه ځلانده څیره ده چې د هغه په هکله  څه ویل یا لیکل   به ګران وی او   ډیر تحقیق او څیړنه غواړی  .  ښاغلي سیستانی  هغه پر هیواد مین افغان دی چې همیشه یې د افغانستان د ملی منافعو دپاره قلم کښلی او دفاع  یې کړیده، او د هیواد د پيښو واقعیتو نه یې په مستند او علمی ډول څیړلی او هغه یې په ګوته کړی دی  ښاغلي سیستانی همیشه د مغرضو او نفاق اچونکو څیړی   رسوا  او په علمی دلایلو یې  غاښ ماتونکی ځواب   ورکړی دی  .    سیستانی صاحب د دغسی یو لمانځی وړ بولم او باید ونازول سی   چې دا اوسنی غونډه یې ثبوت دی .  دا تر لمر سپینه ده چې ښاغلي اعظم سیستاني د خپل ژوند اوږده موده د هېواد او هېوادوالو په علمي او عملي خدمت  کې تیره کړې ده ، حتی  نن هم په  خپل دې سن او عمر کې چې باید آرام یې کړی وای هغه آرام نه کوی او د افغانستان او افغانانو غم پرې غالب دی او په ټینګه لګیا دی خپل نوښتګر مغز د خپل خورا اغیزمن قلم له لاری تر ملي منافعو قربانوي او د هېواد د ملي واکمنۍ او ملي یووالی د ویاړلی مبارزې  یو مخکښ علمبردار ثابت سویدی   . څنګه  چې  ښاغلي  اعظم سیستانی  د افغانستان ، افغان ولس او افغاني تاریخ یو منلی خادم  پيژندل سوی نو داسې ښکاری چې د ده  دا ملي مبارزه  او علمي   ــ  عملي  خدمت  به د هر افغان په  زړه  کې  تلپاته  مقام  ولری او تاریخ  به  دا ملي شخصیت  په  خپلو  زرینو پاڼو کې ثبت کاندی .نو قدرمن  سیستاني صاحب ، ستاسي دغه  علمي او عملي خدمت  دی پر تاسو او پر افغان رنځیدلی ولس باندې نیکمرغه وی څو چې افغاني تاریخ ژوندئ وی تاسی به هم ژوندي یاست  .  ښاغلي سیستانی صاحب  ته جوړ صحت او اوږد عمر  له خدای( ج ) غواړم  .  پر قلم دې برکت سی . افغان رساله ستاسې  د دې نیک اقدام ستاینه کوی چې د یوې غونډې په رابللو سره د کاندید اکادمیسین ښاغلي اعظم سیستاني  د عملي خدمت يادو نه کوی . په دې لار کې  د لوی خدای ( ج) له درباره نور بریالیتوبونه  هم  درته غواړم . په درنښتاحمدشاه هوتکيد افغان رسالې /  افغان پوست مشر ټورنتو  ــ  کاناډاد ۲۰۰۶ کال د نومبر ۲۵ مه ",د ښاغلي سيستاني يادغونډي ته د افغان رسالې پيغام 6202,ډاکټربسم الله امير," يادونه : داپيغام په سويډن کي د ځوان نسل او سالمي روزني علمي کنفرانس ته ليکل سوی و . له هیواده بهراو  په جلاوطنۍکی ، د یوی علمی غونډی او سمینار رابلل ، هسی یوه آ سانه او ساده خبره نه ده .  داکار ډیری هلی ځلی ، مـنډی ترړی او ځان ستومانه کول غواړی .  خـود کوم مرام  لـه پاره چی  دا وارد « دوستۍ فـرهـنګی ټـولنی »  د افغانی   پـوهـانـو او  ‌ذیصلاحو کسانو، علمی کنفرانس  وربللی دی ، پـه هـمدغومره زیاته  ستومانۍ ارزی .  مونږ ډیري افغانان  دخپلو کمکیانو د سمی   روزنی   په فکر کی   یو او دا انـدیښنه راسره شته چی نه ویل کیږی  دوی خپل افغانی هـویت بـایلی ، خپله ژبـه   بــه هیره کاندی ، دینی اواسلامی ارزښتونــه بــه لــه یاده وبـاسی او همدغه شـان خـپـلو  نـورو ښـو مـلی او افـغـانی دودونـــو تــه به  یی پـام نـه وی او تش دومره به وایی چی زمونږ  پلرونه افغانان وو او بس . ددغه علمی کنفرانس لومړۍ او دوهمه  برخه ، یوه له بلی زیاته ده .  په دوهمه برخه کی چی د هیواد د یوه صادق زوی   یعنی کــانــدیــد اکاډیمسین اعظم سیستانی دعلمی څیړنــو او خــدمتونـو درناوی کیږی ، دا دهغه حق د  پرځای کولـو یوه برخه ده ، چی پر مونږ ټولـو یی لـری .  مونـږ دلـته  دښاغی او منلی سیستانی د پخې لیکوالۍ ، پراخی  پوهی ، صداقت او دغه شان نورو ښو او نیکو خصوصیتونو په باره کی ډیر څه ویل نه غواړو، بلکه دده  له پاره د بشپړی  روغتیا او اوږده  عمر هیله کووچی  تر ډیره پوری مو سترګی  دده پر علمی او مستندو لیکنو روښانه وي  . که چیری دکنفرانس ویناوی او مقالی وروسته ، نه یوازی په کومه خپرونه کی  راووزی ، بلکه په وېب پاڼو کی هم  نشر شی ، ښـه بـه وي  .  پـه دې  تـوګـه بــه  ډیـري  افـغـانـان  ددغـه علمی  کنفرانس لـه ښـو نتیجو ګـټه واخلی . پـه پـای کی  د « دوستۍ فرهنګی ټولنی » مشرتـابـه ، په تیره بیا ښاغلی غمخور ته ، کور ودانی وایو چی دومره ربړ یی ګا للی او یو دغسی مهم کنفرانس یی  و ر بللی دی .                                                                                              د افغان  ولس کلتوری ټولنه                                                                                                        د مشر تا به جرګه ",له استرياڅخه د افغان ولس کلتوری ټولنی پیغام 6203,پوهنوال رسول باوري," يادونه : داليکنه په سويډن کي د ځوان نسل او سالمي روزني علمي کنفرانس ته ليکل سوې وه . د ١٣٨٥ لمريز کال د ليندۍ دريمه  - د ٢٠٠٦ زيږدي کال  د نوامبر ٢٤ مه اسن -  نېدرلند په سويدن کي د کانديد اکادميسن سيستاني په وياړ علمي غونډي ته د سلام فرهنګي ټولني پيغام   زموږ باور دا دئ چي ښاغلي سيستاني د علامه حبيبي ، استاد کهزاد او مرحوم غبار رښتنئ ځای ناسئ دئ که نن د هيوادهغه درېو   سترو مورخينو نوي څيړني اوليکني  زموږ سره نشته ، خو  د هېواد نامتو ملي مورخ کانديد اکادميسن سيستاني په څيړنو او ليکنو کي د خپل هيواد برم او دبدبه وينو.  د دې علمي غونډي درنو ګډونوالو ! تاسو پوهيږئ چي موږ د تاريخ په داسي پړاو کي ژوند کوو ، چي له يوې خوا د علامه حبيبي ، استاد کهزاد او مرحوم غبار په څير رښتيني او ملي مورخينو څخه بې برخي يو او له بله پلوه قلم او کاغذ د يوشمير داسي کسانو په لاس کي لوېدلئ چي نه د هيواد ګټي پيژني او نه د تاريخ ليکني په اصولو خبر دي ، ژبنيزو ، توکميزو او ګروپي ګټو يې پر سترګو داسي  توري تيارې غوړولي چي نه يوازي ملي ارزښتونو ته درنښت نه لري بلکي د نفاق او کرکي اور پاشي . له نيکه مرغه  د کانديد اکادميسن سر محقق اعظم سيستاني په څير د هېواد خواخوږي مورخين  هم لرو، چي ليکنواو څيړنويې   زموږ هېوادوال  په دې ډاډمن کړي چي د هغو درويوستر مورخينو ، هغه ځايناستئ لا شته چي د ليکنو هر کرښه يې  غرضي تبليغات بي ارزښته کوي او د هېواد رښتني تاريخ را برملا کوي  . کانديد اکادميسن سيستاني  د هيواد د هغو نامتو مورخينو سر لارئ دئ چي نه يوازي د تاريخ علم پر ټولو حدودو برلاسي لري ، بلکي  په  تاريخي څيړنو اوليکنو کي  د  تاريخ ليکني عامو  او خاصو  اصولو او موازينو ته بشپړه پاملرنه کوي  او علمي ارونو ته د يوه متعهد مورخ په څير د ځوان کهول روزنه او پالنه کوي . سلام فرهنګي ټولنه په سويډن کې دافغانانو علمي اوفرهنگي مرکز دا نوښت چي  د هېواد نامتو مورخ نمانځنه کوي  ، د قدر په سترګه ګوري  او ښاغلي سيستاني صاحيب ته د پوره روغتيا سره د اوږد ژوند هيله څرګندوي . په درنښت د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب پوهنوال رسول باوري ",دهالنډد اسن دښار څخه دسلام فرهنګي ټولني پيغام 6204,حاجي امين باوري," په بلجيم هېواد کي د ډاکتر داود جنبش د کار او زيارپه اړه د علمي – ادبي غونډي خبر تيا په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو  ګډه جرګه ګۍ اود هېواد په پلازمينه  کابل کي د سلام فرهنګي ټولني د ميشت مشر تابه له خوا د افغان نامتوژورنالست او خوږ ژبئ وياند ډاکتر داود جنبش دکار او زيار په اړه  د روان زيږديز کال دسامبر مياشتي په ٢٣ مه نيټه د بلجيم هېواد د پيک په ښارکي  علمي _ ادبي غونډه جوړيږي  .په پام کي ده چي د غونډي په علمي برخه کي به  د ښاغلو  :١- پوهاند داکتر زيار :   ( داود جنبش د پيړۍ څلورمه برخه د ژور ناليزم پر ډګر  ) ٢ - ښاغلئ زرين انځور :  ( داودجنبش  ديوه رښتني ژورنالست  په توګه  )٣ - پوهنوال دکتور عبدالخالق رشېد ( اغيزمن ژور ناليزم  اود  داود جنبش بر يالۍ ليوالتيا )٤- پوهندوئ دکتور نعمت رسا : (داود جنبش ، رسانه های جمعی و حوادث افغانستان  )٥ - پوهندوئ سيف الرحمن سيف : ( دا لندن دئ ، دبي بي سي پښتو خپرونه ) ٦ - پوهنمل حاجي محمد نوزادي  : ( د داود جنبش  پښتو ژباړو ته لنډه کتنه  )٧ - ښاغلئ يوسف هېواد دوست : ( داود جنبش د  دريو جنبشونوپر مهال  )٨ -   پوهندوئ دکتور نصير ندا : ( جمع ياران )٩ - ښاغلئ عبدالرحيم رحيم : ( نقش ژور ناليزم در بحرانهای اجتماعی )١٠ – ښاغلئ داود نبکزاده : ( جامعه  ، کلتور و ژور ناليزم  ) او که وخت ووديو شمير نورو ليکوالانو را رسېدلي ليکني او څيړني به واورول شي . د غونډي په دوهمه برخه  (د جنبش سره شاعرانه ماښام ) کي به په اروپا يې هیوادونوکي  ميشت  پيژندل شوي  شاعران  او طنز ليکونکي  ونډه لري  چي  د  ټنګ تګور او مستو اتڼونو سره يوځاې به د ميلمنو هنري تنده ماته کړي . ",دډاکټر داودجنبش دکار اوزيار علمي او ادبي غونډه 6205,حبيب الله غمخور," ليکونکی : حبيبالله غمخور  په امريکا کښي  پارلمان دمنځنيو ټاکنو تر پايلو وروسته دايران جمهوررئيس هم يو څه وغوړيد ،که پخوا دشانگهاي دتړون په زور غورځيده خو اوس دجورج بوش دخام سياست دموږي په زور غورځي . بلې ! افغانستان داسي يوهيواد دۍ چې هر خام فکره پکښي سر خوړلۍ، تاريخ ته نه ځم دومره وايم هر چا چې ددوي ولس سره سپک برخورد کړۍ ناکامه تللۍ او خوله يې له وينو ډکه شوې ده ، دا نږدې له(( ۱۷))ميلادي پيړۍ دتاريخ پاڼي راواړوۍ ، هلته هر څه له ورايه تاسو ته څرگندېږې . خو زه په خپلو دغو خبرو دپاکستاني او ايراني چارواکو دخبرو پخلۍ نه کوم  .زه ديوې عيني او تاريخي اړتيا او ملي گټو دساتلو په موخه دپردو پوځې قوت شتون په خپله خاوره کې منم ؛ پښتو متل دۍ وايي (( شوو ده نه وسه خور ده)) خو دا زما دولس ستونځه ده ،او ددې ستونځي اساسي او بنيادي عامل هم همدا ايران او پاکستان دي . زه دناټو او ايساف دپوځې ځواکونو دافغان ربړېدلي ولس سره دناوړه چلند دفاع هم نه کوم ،هغوي ته هم وايم له يوې خوا مو دتش په نامه بن توافقاتو پر اساس داسي چارواکي پر افغانانو وتپل چې اوس داسي څرگنډېږي تاسو هم چنداني ددوي له کړو وړو نه خوښ نه ياست ؟پنځه کاله مو بيله دينه چې دافغان ولس دود ،دستور او کلتور ته په خپلو کړونو کښې په درنه سترگه وگورۍ هغوي ته مو په سپکه  وکتل ،پايله داشوه چې  دولتي اداري ملي ملاتړ ترلاسه نشو کړاي ،له ولس نه ليري پاته ،له اولس څخه بېگانه  دولتي چارواکي ،اداري فساد ،ددولت او خلکو تر منځ دواټن ډېرېدل ،په دولت کښي ددرې گونو قواوترمنځ دواک پر سر سيالۍ ،دهېروئينو او تارياکو سوداگر ،بنسټپاله تنظيمونه ،ډلي ټپلې ،جنگسالاران ،محلي قوماندانان او نور دقدرت او واک تږې ،داټول دهمدا تاسو بهرنيانو په برکت پر افغان ولس يو ځل بيا ددموکراسۍ تر خيمې لاندي دا اولس ودمره ومروړه او وزوراوه چې اوس ېې دناچارئ القاعدي او طالبانو ته مخه کړه ،سره لدې چې ټولي نړۍ ته تر لمر څرگنده داده چې نوم دافغان طالب پر پروت دۍ خو شاته يې دپاکستان ،ايران  او يو شمير نورو هيوادو استخباراتي کړۍ ولاړي دي ،هغو روزي ،وسلې ورکوې لاره ورښيې اوزموږ په هيواد کښې يې خپلو نوکرانو او  افغان دښمنو ته معرفي کوي تر څوهغوي درالېږل شويوسره دترهگرۍ  په سرته رسولو کښي مرسته وکړې  . زه پدې باوريم چي پورته يادي شوي خواوي ټولي پدغه ناورين کښي غوښنه ونډه لري ،تفاوت يې دومره دۍ چې په يو پسي اردو گرځې او بمبارد پرکيږي اوبل کرار او ارام په څوکۍ کښي ناست دئ لارښووني کوي . دافغانستان دا اوسنئ اداره او بهرنيان وايي چې په افغانستان کي نږدې(( ۱۱۹ ))زره پوځيان ددوي په اصطلاح دترهگرۍ پر خلاف جگړه کې بوخت دی ،زه فکر نه کوم چي طالبان دي دومره وسلوال کسان ولري . خبره داده چې اوس تنور تود دۍ هر سړۍ ډوډۍ پر پخوي ،ځکه نو اوس د ايران ولسمشردنومبر په ((۲۶)) ديکشنبي په ورځ د(( بسيجيانو)) په نامه مليشو ته په خپله وينا کې په عراق او افغانستان کې ميشت بهرني ځواکونه نيواک گر بولي او وړانديز يې دا وو چې د دغو ځواکونو په ويستو کې دې د دواړو هيوادونو له خلکو سره مرسته وشي . ‌بې بې سي دبهرنيو چارو وزارت ددې ښاغلي خبري دهيواد په کورنو چارو کې وبربنډه مداخله وبلل او هغه يې ردکړي ،خو ايراني اخوندان هم  په رښتيا سره دافغانستان په دولتي ادارو او سياسي چاپير يال کښي تر پاکستان کمې رېښې نه دي ځغلولي ، دمبلغينو اوپلويانو شمير يې د پاکستاني چارواکو تر پلويانو کم مه بولۍ ،تنها ددواړو هيوادونه (پاکستان او ايران) سياسي او اديالوژيکي موقيعتونه يوڅه فرق لري او له بلې خوا پاکستان تر ايران او نورومداخله گرو ځان دقوي مټ خاوند اوپه افغانستان کې برلاسی بولې ځکه نو تر نورو يوڅه سپين سترگي کوي  ،کنه دواړه ديوه اساس غوږونه دي . احمدي نژاد ته داڅرگنده ده ځي افغانستان ته بهرنې ځواکونه دملگروملتو دامنيت شورادپرېکړيې له مخې راغلې دي ؛ ايران هم دهمدغه سازمان غړی دی ،جالبه او غولوونکې  داده چې هلته پټه خوله ناست وي اودلته بيا زموږ دهيواد دنجات فرشته ځان بولي ،افسوس افغانان دومره خوار شوه  ؟چې ايراني اخوندان يې ددوي په وينا آزادوي ؟. سلطان احمد بهين دايرن دجمهور رئيس دڅرگندونو په ځواب کښي وايي : بهرني ځواکونه نيواکگر ندي ، او زياتوي  (( افغانستان د ترهگرۍ قرباني دى . بايد له افغانانو سره د ترهگرۍ په له مينځه وړو کې مرسته وشي . يوازې له همدې لارې دې هيواد ته سوله او ثبات راستنېداى شي . کله چې سوله راشي نو بيا دلته د بهرنيو ځواکونو د پاتې کيدو اړتيا پخپله له مينځه ځي . له دې پرته افغانستان دغو ځواکونو ته اړتيا لري . )) (( موږ تل دا ويلي او غواړم يو ځل بيا ټينگار وکړم چې د افغانستان خاوره به کله هم د کوم گاونډي خلاف ونه کاريږي . دا زموږ د حکومت تگلاره ده او په دې کې بدلون نه راځي . )) دخپلي خبري دپخلي لپاره وايي : افغانستان ته بهرني ځواکونه د ملگرو ملتونو د امنيت د شورا د پريکړو له مخې راغلي نو ځکه خو دده په وينا کله هم نيواک گر ځواکونه نشي بلل کيدى . له دې سره جوخت  يې تهران ته د دې  وريادولو هڅه هم وکړه چې که طالبان راستانه شي نو تر بل هر چا وړاندې به  ايران ته سرخوږى جوړ کړي .  ښاغلي بهين ته بايد څرگندوي چې ايران داځل  نه غواړې دپخوا په څير و غولېږې  ،دوي هم لکه پاکستان په افغانستان کې خپل لاس پوڅۍ رژيم غواړې  ،ځکه دهيواد په دننه کښي په مذهبي او سياسي کړيو کښي يې  اړېکي ډيري دي . خبره داده چې ښاغلۍ احمدي نژاد پدې ښه پوهېږي چې (( غوا توره اوشيدې سپيني دي ))،کله چې پر طالبانو دلومړۍ ځل لپاره حمله کېدل دايراني چارواکو سره دنورو هيوادو پر لاس  خبري وشوي او همدغو اخوندانو دقناعت اورضايت سر وښوراوه ،خو هغه وخت يې نوري گټې لرلې او اوس بيا بل څه غواړي  دوي په يو ټک څونښانه ولی  : لومړۍ : په افغانستان کې دامريکا او ناټو شتون خپل اخوندي واک ته جدي گواښ بولي ،غواړي له دغه گواښه ځان وژغوري  . دوهم : غواړي له دې لاري   ځان په نړيوالو سياسي سياليو او په سيمه کښي دنفوذ لرو په مفهوم مطرح کړي . دريم : پر امريکا او اروپايي نړۍ دداډول تبليغاتي فشار په پايله کښي غواړې  له يوې خوا په سيمه کې امتياز تر لاسه کړي اوله بلې خوا داټومي پلان دپلي کولو په مقابل کښي نړيواله ټولنه نرمش ته اړه کړي  . له بده مرغه دافغانستان اوسيمي داوسېدونکو ولسونو دمذهبي عقايدو څخه په گټه اخيستو سره  ايران په تبليغاتو کې يوه اندازه برلاسي لري  .چې  دهمدغه ټکي پوهېدوسره زه هم مجبورو شوم ډير ژر ديوه افغان په توگه دغه لومه رسوا کړم . دزياتو شواهدو پر اساس ايران په افغانستان کښي  دبې امنۍ او بهرني ځواکونو گونډه کولو ته ارام نه دي  ناست . بيله دېنه ددوي له لپاره ژوند ناارامه دی  ،هغوي خپلو پولو ته نږدې  دهيواد په غربې اومرکزي  ولاياتو کښي دجاسوسي جال غوړوي ،پخوانۍ دوستۍ او اړېکي تازه کوي  تر څو دا ډول په جگ اواز پدې نامه چې په سيمه کښي معينه وزنه او نفوف لري  ځان مطرح کړي  ،او خپله سياسي گټه ترلاسه کړي  . افغانان بايد پدې پوه وي چې احمدي نژاد يو سياسي څيره ده هغه ته تر هر څه دمخه دخپلي ډلي ، ټپلي گټي لومړۍ دي ؛ هغه دخپلو گټو په خاطر هر څه کوي دبېلگې په توگه که داحمدي نژاد هغه وروستۍ ليک چې دامريکا خلکو ته دخطاب په نامه خپورشو په ځير ولولو پوهېږو چي څومره دامريکا سره ددوستۍ علاقه لري او په کومو الفاظو او القابو هغوي ته مراجعه کوي  ،دابه څوک ومني چې امريکا يان دي داسي خبره واوري کوم چي ولسمشر ته يې پکښي له بهر نه سپکاوی شوی وي  او ددوي صفت  کوې ،حقيقت خودادی چې هغه په خپله وينا کښي يووازي جورج بوش مخالف بولي  او نور دوستان ، سره له دي چې پدغه خبره اوس  ماشوم هم پوهېږې چې دامريکا په سياست کښي يووازي ولسمشر چندان رول نلري ،هلته دنفتو دکمپنيو او موډرنو وسلو دتوليد دفابريکوخاوندان  ،څارگره اداره اونوري پټي څيرې  چي دهيواد په بهرني سياست کښي يې گټي نغښتي دي رول  لري او اخره خبره کوي . احمدي نژاند ددغه ليک په يوځاي کښي  ليکي : ((...همه از ترویج ارزشها و خصلتهای انسانی نظیر محبت، وحدت و همدلی، احترام به حقوق انسان ها و پشتیبانی از حق و انصاف و دفاع از انسانهای مظلوم در برابر زورگویان خرسند می‌شوند و لذت می‌برند. .....همه در خوبیها، در خدمت به یكدیگر بویژه در خدمت به محرومان و مظلومان میل مشترك داریم و از بیعدالتی ها، پایمال شدن حقوق انسانها و تحقیرها ناراحت می‌شویم . . . مردم شریف آمریكا !ملت ما همواره دست دوستی و مودت را به سوی همه ملت های جهان دراز كرده است . صدها هزار نفر از هموطنان ایرانی من با صلح و صفا در كنار شما زندگی می‌كنند و عموما منشاء خدمات شایسته‌ای در جامعه شما هستند. مردم ما سال ها با شما در ارتباط بوده‌اند و علیرغم سختگیری بلاوجه مقامات آمریكایی، رفت و آمدها و دوستی‌ها ادامه یافته است .  وړاندي ليکي  : همچنانكه گفتم ما دغدغه ‌های مشترك داریم و از ناهنجاری ها و نابسامانی ها در جهان امروز رنج می‌بریم . (( ريانووستي)) .  دا چي احمدي نژاد دغدغې څه بولي زماسر نشو په خلاص ، خودومره پوه يم چي افغانانو ته وايي يو امريکايي ژوندی پرې نږدی تر څو هيواد پرې ښېدو ته مجبور شي ،ځکه دافغان دژوند په قيمت کېداي شي ايراني اخوندان دامريکا له وحمه  خلاص او دشپې آرام خوب وکړې ، امريکا او اروپايي هيوادونه مجبورکړې له افغانستان څخه ووزي  . داڅرگنده خبره ده چې دوي دافغان ولس سره هيڅ ډول خواخوږي نلري .که داسي نه ده نو همدا اوس تاسو  په ايران کښي  له بېوزلوافغان کډوالو نه پرته ليدې چې شيه دی اوکه سوني  دايراني چارواکو نارواچلندقيصو ته غوږ شۍ . ايا افغانان چي ددوي په هيواد کښي له مجبوريته اوسي انسانان نه دي؟ داډول ظالمانه او غير انساني کړنې چي همدا اوس له افغان کډوالو سره کېږي په قاموس کښي به يې څوک بېلگه پيدا نکړي  . که راډيو گاني واورېدل شي ټولو ته به جوته شي چې هلته افغان ته دانسان په سترگه نه کتل کيږي ،دهغه ماشوم دتعليم له حق ،مور اوپلار يې دکار اوکډه کولوله حق نه محروم دي . دوې هفتې وړاندي يې يوه وزير دايران کارگرانو ته په خطاب کښي وويل دا افغاني کرگران دي چي ستاسو ځاي يېنيولۍ دی ،أوږ غواړو دا بيگانه له خاوري وبا سو ، خو دلته  بيا غواړي افغانانو باندي ورحمېږې او دبهرنيانو له شره يې خلاص کړې ؛ هغه متل دي  (( يوبام او دوي هواوي )) . له بلي خوا پاکستان هم  پر نړيوالو فشار اچوي اوپه ټوله سپين سترگۍ سره يې زموږ په هيواد کښي امنيتي وضعه دغه حالت ته رارسولې ده ،چې اوس غواړي دافغانستان راتلونکې ددوي په خوښه وټاکل شي ،دبېلگې په توگه دبي بي سي دخبر له مخي ((پاکستاني مقاماتو د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو ته وړانديز کړى چې طالبان دې د افغانستان په يوۀ نوي ايتلافي حکومت کې ځاى شي او د دغه حکومت مشري دې د ولسمشر کرزي په غاړه نه وي . )) او پدې هکله د افغانستان دبهرنيو چارو دوزارت دغبرگون ښکاره کړ.  که څه هم همدا نن دنومبرپه  ۳۰نيټه دBBC  سره په مرکه کښي  د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د خورشيد قصوري او دبهرنيو چارو دوزارت وياندي دغه  څرگندونې رد کړې چې گواکې دوى په کابل کې د يوۀ ايتلافي حکومت جوړيدل غوښتي دي . د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت په خپارۀ شوي بيان کې راغلي دي چې رسنيو د ښاغلي قصوري د يوۀ خصوصي محفل خبرې په ناسم او غلط ډول خپرې کړې دي . هر هوښيار سړۍ چې دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت دوياندي  غبرگون ولولې په پوهيږي چې خبره څه ده ؟ هغه وايي ((رسنيو د ښاغلي قصوري د يوۀ خصوصي محفل خبرې په ناسم او غلط ډول خپرې کړې دي .)) جالبه خبره ده ايا دقصوري صاحب په خصو صي محفلو کښي هم ژورنالستان ناست وي ؟ که دا خوصوصي خبره هم وي خوشوې ده ؟ روسان يو متل لري وايي : (( په هره مسخره کښي يوه اندازه رښتيا شته )) که قصوري صاحب هر چېري کړي وي ټوله نړۍ پدې پوهيږې چې پاکستان څه غواړي .  وايي دروگۍن حافيضه نلري . دډیلی تلگراف په نامه انگليسي ژبي ورځپانه ليکي :  خورشید قصوری دپاکستان دبهرنيو چارو وزير  دناټودغړو هيوادو  د بهرنيوچاروله يو شمير  وزیرانو سره هغوي ته ويلي  چې طالبان په  جگړه کې دبرياليتوب او ناتود ماتي په حال کښي دی  . او هغو ته يې مشوره ورکړيده چې افغانستان  ته دنورو پوځونو دلېږلو نه ډډه وکړي ،دناکامۍ په منلو سره بايد کوښښ وکړې چې له طالبانو سره پخلاشي .يو غربي جگپوړي چې له قصوري  سره يېملاقات کړۍ  ويلي دي  چې دبهرنيو چاروکوم وزيران  چي په دغه جلسه کښي وه حيران پاته شوه او تعجب يي وکړ ؛ هغه ايضافه کړه : (( قصوري له ناتونه غوښتل چې تسليم شي او دطالبانو سره خبري وکړې )) . ددغه اروپايي چگپوړي چارواکي خبري هم  دناسم تعبير معنا لري؟؟؟  زه له هغو دروغجنو او غولوونکی ددوستۍ دوعدو او لاسورکولو يووازي څو بېلگې راوړم : ۱ / دپاکستان جمهور رئیس پرویز مشرف چې دافغانستان په لیدنه بوخت دی، ویلي دي :دافغانستان ولس مشر حامدکرزي سره دورور ګلویزواړیکوغوښتونکی دی . په کابل کې ترخبرواترو وروسته پرویز مشرف وویل :له ترهګرۍ او بنسټ پالنې سره باید دواړه ګاونډي هیوادونه یوپر بل باور وکړي اوله ترهګرۍ سره په ګډه وجنګیږي . 05:09:2006 ۲ / دپاکستان ولس مشر پرویز مشرف دغه ادعاګانې ردکړې چې ګواکې دوی له طالبانو اوالقاعده شبکې څخه ملاتړکوي. نوموړي چې له خپل افغاني سیال ښاغلي حامدکرزي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل: افغانان باید تیرهیرکړي،شکونه اوپریوبل تهمت یو خوا پریږدي اودخپلې راتلونکې په اړه فکر وکړي . مشرف داهم ردکړه چې ګواکې دطالبانومشران به پاکستان کې دي . ده زیاته کړه. دطالبانومرکزونه چې هرچیرته وي باید له منځه یووړل شي . 06:09:2006 ۳/ همچنین  روسای جمهور  دوکشور  توافق  کردند  که افراطیت  ،تروریزم  و پدیده  طالب  گرایی   یک تهدید  مشترک علیه  پاکستان و افغانستان  است و درعین  حال  خطر برای منطقه  و جهان  میباشد .  روسای جمهور دو کشور توافق نمودند تا همکاری خویش را در چهار چوب ائتلاف بین المللی  مبارزه علیه تروریزم ادامه دهند. 16 سنبله -  1385 اعلامیه مشترک  افغانستان  و پاکستان . پاکستان تل له يوې خوا ددوستي خبري کوي اوله بلې خوا په ټول طاقت په افغانستان کې دبې نظمۍ لپاره کار کوي ، دخپلي خبري دپخلي لپاره د بېلگې په توگه  دپاکستان دلاس وهنو په هکله  راندي څرگندونو ته ستاسو پام را اړوم : د بريتانيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير کيم هووالس وايي افغانستان به تر هغه سوکاله نه شي چې د پاکستان حکومت په خپل هيواد کې دننه هغه سرچينې وچې کړي چې افغانستان نا امنه کوي . هغه  وويل ، افغانستان کې د سولې راوستل  په پاکستان کې د ترهگرو د روزنې د مرکزونوپه  تړلو پورې تړاو لري . کيم هووالس دوه ساعته وړاندې تر دې چې د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف افغانستان ته را ورسيږي  ،وويل افغانستان به تر هغه سوکاله نه شي تر څو  چې پاکستان ژمنه وکړي چې پدغه هيوادکې به د ترهگرو د روزنې مرکزونه وتړل شي . - دخيبر دتلويزيون سره په يوه مرکه کې دنشل عوامي گوند مشر  اسفنديار ولي واضح او څرگند وويل چې : پاکستان دتروريزم  په خلاف جگړه کې صادق نه دی اوپه افغانستان کې يې خپل رښتيني کردار نه دي ترسره کړي ،هغه زياته کړه د پاکستان له لوري  اوس هم دافغانستان په وړاندي يوه منظمه جگړه روانه ده  ،اوپه افغانستان کې  يې دروانو غلچکي  بريدونو او ورستيو زړه بوږنوونکو پېښو ملامتي پر پاکستاني چارواکو واچوله ،اوڅرگنده يي کړه چې طالبان په يوازني دداسي منظمو حملو او بريدونو توان نلري  . ددغو ټولو څرگندو پکټو سره  متاسفانه داسوال  دا پنځه کاله بې جوابه پاته دی چې ولي امريکا او اروپا پر پاکستان  دافشار نه راوړې  او په ځغرده نه ورته واييچې لاس وهنه دي بنده کړه ؟؟؟ پاي  ۲۰۰۶ دنومبر ۳۰نيټه     ",ايران اوپاکستان يوشان عمل کوي ! دح .غمخور ليکنه 6206,مختاراحمد انتقام/کندهار," راپور: مختاراحمد انتقام د روهي ادبي بهير ۳۴مه غونډه د روان كال د لېندۍ پر ۲مه د ماځيګر پر۴:۴۰ بجې د ښاغلي عبدالله ستوري له خوا د قران كريم په څو مباركو ايتونوپيل سوه. دغه غونډه د كندهار د ولايتي شورا د منشي ښاغلي بسم الله افغانمل په بلنه د ده په كور كي جوړه سوې وه، د غونډي د پيل خبري د ښاغلي افغانمل پر غاړه وې، نوموړي تر ښه راغلاست وروسته د كندهار له فرهنګيانو څخه خوښي وښوول  چي ګڼ شمېر فرهنګي كارونه يې كړي او روهي ادبي بهير يې جوړ كړى، نوموړي بهير د ځوانانو لپاره يو ښه روزنيز ځاى وباله، فرهنګپال يې د ښه فكر او درد څښتنان وبلل او دا هيله يې وښوده چي كار به كوي نه يوازي فرهنګ ته بلكي ټول هيواد ته خو د حالاتو ستونزي يې هم له ياده ونه ايستلې چي د فرهنګيانو په وړاندي پرتې دي او همكاري يې وښوول. ورپسې مختار احمد انتقام د تيري اونۍ راپور وړاندي كړى. ښاغلي واصل حسنيار راپور ځكه ډېر وستايه چي لنډ او هر څه په كي راوړل سوي وه. همدا ډول راپور د نورو ملګرو دستايلو وړ هم  وګرځېد. دې غونډي له ځان سره كره كتنه هم لرل چي د وخت د كمښت له مخي پاته سوه. مشاعره پيل سوه چي دې ښاغليو په كي شعرونه واورول:  عبدالرشيد مسئول، فضل احمد انيس، عبدالله ستوري، مختار احمد انتقام، عبدالرحيم بېتاب، ګران اغا الفتيار، جاويد همېش، عبدالظاهر قلموال، عصمت الله لايق، احمد جاويد تنوير، جانان مومن، فضل باري نورزي، طالب احمد الله عباد، واصل حسنيار، عبدالصمد كاكړ، حيات الله څرك، قدرت الله لېوال، عبيد الله تسل، نعمت الله منظور، ممتاز احمد مظلوميار، فضل الدين خوشدل، احسان الله جرس، سيدحبيب الله روحاني، حميدالله دېوان، رحمت الله جاهد، عبدالله شاه محتابي، عبدالله مصباح، عبدالقيوم مينه وال، علي محمد حقمل، ايمل پوپل، علي محمدسمسور، محمدشريف ناكرار او له چمن څخه راغلي رحمت الله رحمت د شعر ترڅنګ بهير ته په راتګ خوښي وښوده، همدا ډول حاجي محمد ايوب ولسوال چي د غونډي مېلمه هم و هيواد يې د ځوانانو په نوبت وباله او د هر ډول چوپړ هيله يې ورڅخه وكړه چي هيواد به تر يو ځاى پوري رسوي شعر يې هم واوراوه. د غونډي بل مېلمه ښاغلى عبدالخليل ښاد و، ده په خپل وار له ښاغلي افغانمل څخه مننه وكړه چي ځوانان يې پر خپل كور سره راټول كړي. ښاغلي افغانمل يو ځل بيا د خبرو نوبت خپل كړ، د شاعرانو په دردونو يې ځان ګډ وباله او له ټولو يې مننه وكړه چي د ده كور ته ورغلي، د حالاتو له ستونزو او ناخوالو وږغېد، ليكوال او شاعران يې د وخت د حساب وړ كسان وبلل، پر يووالي يې تر اندازې زيات ټينګار وكړ، قبيلويت  او پالونكي يې د هيواد دښمنان وبلل او له ځان سره يې دا پوښتنه لرل چي ولي لا خرابېږو. ورپسې د غونډي مشر ښاغلي نجيب الله هوتكي ته وار وركړل سو، ده له ښاغلي افغانمل څخه ځكه مننه وكړه چي له فرهنګيانو سره مينه لري، همداډول نوموړي له ملګرو څخه هيله وكړه چي د شاعرۍ اوليكوالۍ تر څنګ هيواد ته كار هم وكړي، ده وويل چي هغه وخت جوړېداى سو چي زورواكي زموږ حق ونه خوري او مينه راكړي، خو د هيواد او وګړود تبايي  لامل يې سياسي پوهه نلرل وښوول، غونډه يې د خوښۍ وړ  وګڼل. د غونډي درېيم او څلورم مېلمه ښاغلى انجنير عبدالطيف اشنا اوښاغلى روحاني و. وياندويان ښاغلي عبدالواسيع هڅيال او جان محمد صالح وو. د بهير په استازيتوب ملګرو له ښاغلي افغانمل څخه مننه وكړه. غونډه د ماښام پر ۷:۵۳ په دعا ويلو پاى ته ورسېده. ", د روهي ادبي بهير۳۴ مه غونډه جوړه سوه 6207,,"   نن سهار د سريلانکا د پوځي چارواکو پر يوه کاروان ځانمرګى بريد تر سره سو چي له امله يې د دغه هيواد د دفاع د وزير په ګډون ګڼ کسان ټپيان او يو تن ووژل سو. بريد د سريلانکا د پلازمېني کولمبو په يوه بازار کي رامنځته سو چي د راپورونو له مخي په ټپيانو کي د دغه هيواد د ولسمشر ورور ګوتاپايا راجاپاکسي هم دى، عيني شاهدان وايي تر چاودني وروسته د چارواکو ساتونکو ډزي پيل کړې خو نه پوهېږي چي د ډزو موخه څه وه. که څه هم د بريد پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو شنونکي وايي ښايي تاميل پړانګانو کړى وي، تاميل پړانګان له څه باندي شلو کالو راهيسي د سريلانکا له حکومت سره د يوه خپ� �واک هيواد د جوړېدو په موخه مبارزه کوي، چي تر اوسه يې له امله تر ٦٠٠٠٠ ډېروکسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى د� �.  ",د سريلانکا پر دفاع وزير ځانمرګى بريد ترسره سو 6208,نعمان دوست / کابل,"  (لنډه كيسه) چې څنګه چورلکو په کلي وزرونه راټيټ کړل، له زړو برجونو کوترې داسې په  هوا شوې لکه هغوى  چې د سولې له منځه وړلو پسې راغلې وي .  شېبه په شېبه لړزونکو غږونو کلى خوځاوه ، الوتکې به لکه وږي بازان په کلي غوټه شوې ، شېبه وروسته به خړ کورونه اوشينکي باغونه لمبو په غيږ کې پټ کړل  او څو ستړې ارواګانې به هواته پورته شوې .  لږ وروسته چورلکې پناه شوې ، خلک په منډو وو ، يو شور جوړ وو ، تر ديوالونو لاندې بدنونه ښکاريدل لا به ترې خاورې لرې شوې نه وې چې زګيروي به غلي شول . موږ يو ماشوم چې وچه ډوډۍ يې هماغه شان په وړومنګلو کې ټينګه نيولې وه ، له لوټو راوويست لا مو ورته زنه تړلې نه وه ، چې دوه ځوانان  په منډه انګړ ته راننوتل :  په يوه خوله يې غږ کړ : هغوى ټول نه شته ... يو بل ته مو وکت� �ې، يوه وويل: دوى لکه چې د ګلاب کورنۍ ښيي . د ګلاب کره له څو کالونو ځنډ ه وروسته زوى شوى و، د کلي خلک ورته غونډ شوي وو، په منډه يې بې وره انګړ ته چې له خونو يې شنه لوګي پورته کېدل ور غلو .  ټولې خونې ړنګې وې،تا به وې چا هديره سپړلې ، ځاى - ځاى هډونه پراته وو ، تر ونې لاندې له غورځېدلې زانګو لوګي پورته کېدل يو تور شى په کې پروت و . تر ماښامه مو لوټې واړولې را واړولې خو مکمل جسدونه مو پيدا نه کړل ، د ښځو او نرو د غوښو توپير نه کېده . د کلي ملا صيب وويل : د ا شهيدان دي ، کفن او غسل ته ضرورت نه لري ، ټول يوځاى راټول او ښخ  يې کړئ . سهار وختي  ټول همدې انګړ ته له قران شريفونو سره راټول شوو ، چې ختم نه خلاص شو يوه سپين ږيري غږ کړ : په دې کاپرو اتبار نشته ، راډو چالانه کړى  بيا خوبه بمبار نه کوي . له څو لنډو خبرونو وروسته  يوه خبر کې زموږ دکلي نوم  واخيستل شو، ټول  راډيو ته رانږدې شوو . خبريال له يوه چاسره په همدې اړه خبرې کو� �ې،که څه هم موږ د هغه په خبرو نه پوهېدو ، خو د هغه لنډې لنډې خبرې ترجمه کېدې . هغه وويل: په دې کور کې يوه ډله ت� �هګر د جګړې د پلان لپاره راټول شوي وو، زموږ استخباراتي سرچينو کشف کړل او مخکې له دې چې بريد وکړي الوتکو تباه کړل . موږ کله يو بل  او کله سوزېدلې ځانګو ته کتلې او راډيو هماغه شان چالانه وه . محمد نعمان دوست ",ترهګر 6209,زرين انځور - جرمني," دښکلا مجلې څخه دارواښادعلامه رشادبابا ( رح ) د دوهم تلين په ياد ! له ارواښاد استاد علامه اکاډيميسين عبد الشکور رشاد څخه راپاتې آثار نه يوازې دا چې د هغه نوميالي افغان ليکوال او څ ېړونکي راپاتې  ارزښتناک علمي ميراث دی ، په ملي کچه هغه افغاني علمي ، کلتوري او ادبي پانګه ده چې اوس د وطن د راپاتې علمي ميراثونو په لړ کې پوره پاملرنه ورته په کار ده .له بده مرغه د ارواښاد استاد په ژوند کې د هغه م هم آثار چاپ او خپاره نه شول ، خو له نېکه مرغه د علامه استادد علمي کورنۍ او د پوهو اولادونو  له برکته دغه � �ثار خوندي دي او د هغوی او د يو شمېر شاګردانو او مخلصانو په هڅو يې د خپراوي کار پيل شوی دی .د ارواښاد استاد له مړينې سره سم يو ګڼ شمېر ادبي او کلتوري شخصيتونو او ټولنو د استاد پر مړينه د وير او ماتم د څرګندولو په څنګ کې ،  د دغه ستر علمي ميراث په اړه ، د اندېښنو يادونې وکړې او وېره يې ښکاره کړه چې هسې نه د استاد دغه � �اپاتې علمي ميراث ته  څه پېښ نه شي ، ځکه چې د داسې پانګو د چور او تالان ، سوزېدلو او ورکېدلو تاريخي تجربې ډېرې ترخې وې او بېلګې يې هم زياتې .همدغو تجربو ته په کتلو ، ما هم د استاد له وفات سره سم ، د هغوی د ارزښتناکو آثا� �و د تنظيم ، ترتيب او چاپ ته د برابرولو او خپرولو لپاره د يو علمي کميسيون  د جوړېدو وړانديز وکړ . ما په هغه وخت کې په موقته او سملاسي توګه د دغو پوهانو د نومونو وړانديز کړی و : هر يو ښاغلی : عبدالله بختانی خدم تګار ، حبيب الله رفيع ، زلمی هېوادمل ، محمد معصوم هوتک او طارق رشاد .هغه وخت ما يادونه کړې وه چې پر دغو کسانو نور نومونه هم زياتېدای شي . اوس لږ تر لږه دوه نور نومونه هم زما له خوا پرې زيات شوي چې ښاغلي  : محمد آصف صميم او صديق الله بدر دي .د نورو ليکوالو او څېړونکو نومونه هم پرې زياتېدای شي.سره له دې چې د دغسې يو کم يسيون جوړېدو ته په خپل وخت کې پاملرنه ونه شوه ،  خو له نېکه مرغه د هغه د راپاتې علمي ميراث لپاره دغه دوه مهم کارونه تر سره شول :١ ـ  د استاد عالمو اولادونو ، دغه ميراث ته ، د وطن د علمي ميراث په توګه پوره توجه وکړه . د استاد د آثارو د تکثير لپاره يې خپله پانګه ولګوله ، زياتره آثار او کتابونه يې په څو نقلونو کې کاپي کړل او په بېلابېلو ځايونو کې يې د ځای پر ځای کولو هڅه وکړه . دا کار په لومړي ګام کې د دې لپاره هم خورا مهم دی چې د دغو � �اپاتې آثارو د ورکېدو مخه ونيوله شي . ٢ ـ  د استاد يو شمېر مخلصو شاګردانو د هغه د ځينو آثارو د ترتيب ، تنظيم او چاپ ته په برابرولو کې لازمې هلې ځلې پيل کړلې . په دې لړ کې د استاد  (( د کندهار ياداښتونه )) په نوم کتاب د يادونې وړ دی . دغه اثر د استاد د ناچاپو کتابونو په فهرست کې  (( د کندهار تاريخ )) او هم (( د کندهار ياداښتونه )) په نومونو ياد شوی دی .دغه مهم اثر د استاد د يو نوميالي شاګرد او وتلي افغان څېړونکي ښاغلي محم د معصوم هوتک په سريزه ، ترتيب او سمون ، په دوه ټوکه کې دا دی چاپ ته چمتو شو .په نظر کې وه چې په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه ، دغه مهم دوه ټوکيز اثر د افغان  ـــ  هوتکي پاڅون د درې سومې کاليزې د جشن په وياړ چاپ کړي ، خو د کتاب د کاپي کولو ، ترتيب او تنظيم او چاپ ته د برابرولو د بهير اوږدېدو او د اثر د حجم زياتېدو ، پر خپل وخت د دې کتاب چاپ ممکن نه کړ ، او دا دی اوس يې چاپ ته مټې رانغاړو .لازمه ده دلته لومړی د کندهار ياداښتونه  پر کتاب او بيا يې د ترتيب او سمون پر کار څو يادونې وکړو :د علامه استاد عبدالشکور رشاد  (( د کندهار ياداښتونه )) خپله ارواښاد استاد هم په دوه ټوکه کې تهيه کړی و او د يادښتونو بڼه يې لرله . د دې اثر � �ومړی ټوک ٢١٨ مخه او دويم ټوک يې ٢٤٥ مخه دی چې له سريزو سره دا دی اوس څه کم پنځه سوه مخه کېږي .د دغه کتاب دواړه ټوکه د استاد د ناچاپو آثارو په فهرستونو کې د (( ١٤٠٠ )) مخونو په شاوخوا کې ياد شوي دي . دا خبره سمه ده ، خو کله چې دغه اثر ښاغلي هوتک چاپ ته چمتو کاوه او وروسته پې کمپوز کړی ، نو هم ځينې مکرر يادښتونه ترې حذف شوي دي  او هم د استاد د لاس ښکلی ليک په کمپيوټري کمپوز کې راکوچنی شوی دی .دغه اثر د کندهار د جغرافيې ، تاريخ ، کلتور ، ادب ، نومياليواو نورو بېلابېلو مسايلو په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کوي . د لومړي ټوک د ځينو سر� �يکونو نومونه يې دا دي :کندهارونه ، د کندهار د نامه تاريخي تسلسل ، د ساکانو پاچاهي په کندهار کې ، ګندوفا� �  ـــ د اراکوزيا پاچا ، د کندهار غرونه ، د کندهار رودونه ، کندهار تر اسلام د مخه ، تر سکندر مقدوني وروسته کندهار ، د کندهار زوړ ښار ، د کندهار ډبرينې کتيبې ، په کندهار کې له عربو سره د  ٧٠ هـ. ق. جنګ ، نادرآباد ، اح مدشاهي ښار ، د اشوکا کتيبه په کندهار کې ، بابا حسن ابدال ، ميوند ، بست ، هلمند ، د کندهار ښار کاروانس� �ايونه ، د کندهار بنديخانې ، ګندهارا  او زيات شمېر نور سرليکونه .د دويم ټوک ځينې سرليکونه يې بيا دا دي :ګوډتېمور په کندهار کې ، د مغولو په وخت کې د کندهار تجارتي اهميت ، تيموريان، ارغونيان ، کندهار د کو� �ګانيانو او صفويانو تر منځ ، هوتکيان، ګرګين خان ، د ميرويس خان په باب ، د هرات ابداليان ، سدوزيان ، محم دزيان ، د کندهار لويه وبا ، د کندهار حاکمان ، د کندهار د زون آمران ، د کندهار د بلديې رئيسان ( ښاروالان) د کندهار مستوفيان ، د کندهار د مرافعې قاضيان ، پښتو ادبي انجمن ، طلوع افغان ، ورور ږغ مجله ، کندهار مجله ، پښتو په طلوع افغان کې ، لومړی پښتو فرمان ، د کندهار تلګراف خانه ، د مخلوڅۍ بلوا ، د کندهار باغونه ، د کرز فاجعه ( په ١٣٥٧ هـ. ش. کال کې ) ، طلوع سرخ ، کندهار پوهنتون ،  او ځينې نور سرليکونه او موضوعګانې .د استاد دغ� �ــــــــــه اثر د کندهار په باب لومړي لاس مواد او هراړخيز معلومات وړانــــدې کوي .ښاغلي ليـــــکوال او څـــــــېړونکي او د ارواښاد استاد مــــــخلص شاګــــــرد محـــــمد معصوم هوتک د دغه کتاب په ترتـــ� �ــــيب او تنــــــظيم کې د يادونــــــې او ستاينې وړ هـــــلې ځــــــلې کــــړې دي . د کتـــــاب د مـــــ� �نابعو او سرچيـــــنو لــــــــټون يـــې تر خپــــــله وسه کړی او د اخځونو په ښودنه کې يې هڅه کړې چې د يادښتونو اصلي منابع پسې وپلټي ، چې دا د ترتيب او سمون په کار کې تر ټولو ستونزمن کار دی . هغه هڅه کړې چې د استاد هغه يادښتونه هم تر ممکنه ځايه بشپړ کړي چې په دغو نسخو کې له ارواښاد استاده نيمګړي پاتې شوي وو . ښاغ� �ي هوتک تر ټـــــــولو ســــتونــــــزمن کار دا کــــــړی دی ، چې دغـــــه پــــــنډ کتـــــاب يــــــې له ناوزګــــــارتياوو سره سره په لنډه موده کې خپله کمپوز او چاپ ته چمتو کړی او په دې توګه يې موږ له ډېرو کړاوونو بچ  کړي يواو تيار خواړه يې مخې ته راته ايښي دي . دا يې له استاد سره ، له افغانستان سره او له خپلې خوږې پښتو سره د مينې او اخلاص يو بل ثبوت دي . ارواښاد استاد ته د فردوس جنت دعاګانې او ښاغلي هوتک ته د اوږد او همداسې له ثمره ډک ژوند هيلې او نيکې پېرزوينې .په مينهزريــن انځـــورجرمني ، د کولن ښار٢٠٠٥ ، د � �يسمبر اوله ",د علامه استاد رشاد دکندهار پر يادښتونويو يادښت 6210,عبدالله احسان," عبدالله احسان د ۲۰۰۶ د نوامبر پر شپږويشتمه نېټه د ډنمارک د سوبورګ په ښارګوټي کي د افغانانو د فرهنګ ټولني له خوا د ارواښاد کانديداکاډمسين محمدانور نوميالي د مړيني په څلوېښتمه د هغوی پاک روح د دعا او يادغونډه جوړه سوې وه . غونډه ماځيګر پنځه بجې د� �اکټر محمد اصف له خوا د قرآن کريم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پرانستل سوه ، لمړی ښاغلي صفر خواريکښ د ا� �واښاد نوميالي د ژوند او اثارو په اړه وږغېد او ورپسې د افغانستان د تلويزيون پخواني وياند ښاغلي نصير سهام دارواښاد استاد نوميالي د ژوند او اثارو په اړه وږغېد او دهغه سره خپلي پخوانۍ خاطرې د غونډي برخه والو ته وړاندي کړې . په دې غونډه کي ښاغليو : حاجي امين باوري او نجيب احمدزي له بلجيم ، حسن شور اوعبدالله احسان له هالنډ څخه په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو د جرګې له خوا د پلاوي په توګه ورغلي وو چي د ټولني دمشرتابه په استازيتوب يې ښاغلي محمديوسف هيواددوست هرکلی وکړ. ورپسې دکوربه ټولني مشر ښاغلي زمري محقق د ارواښاد استاد په اړه خپله مقاله واوروله ، هغوی په خپله ليکنه کي د استاد ژوند ، علمي هڅو او پر بېلابېلوبهرنيو ژبو او داستاد پر ځيرکتيا رڼا واچول . تر دې وروسته لنډه تفرېح وه . او وروسته شاعر او ليکوال ښاغلي حاجي امين باوري لمړی په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګې او کندهار کي د بېنوافرهنګي ټولني په استازيتوب په لنډه توګه وږغېد، او د کوربه ټولني دا هڅه يې وستايله اوبيايې په کابل کي د سلام فرهنګي ټولني دبنسټ ا ېښودونکي ښاغلي حاجي محمدجان باوري له خوا رالېږل سوی پيغام ولوست . ورسته ښاغلي سادات غونډي ته په خپله لنډه وينا کي پر دې خواشيني څرګنده کړه چي د ارواښاد نوميالي  په يادغونډه کي د کوربه هيواد له ز� �ګونو افغانانو څخه يوازي شپاړسو تنو برخه اخستې ده ، هغوی وويل  : که ارواښاد نوميا� �ی په بل هر اولس کي زېږېدلی او لوی سوی وای نو په يادغونډه کي به يې په زرګونو کسانو ګډون کولای . ښاغلي سادات خپله مقاله د ارواښاد نوميالي په ( وياړلې سجره ) نومي شعر پای ته ورسوله . ورپسې دراډيوتلويزيون  تکړه وياند ښاغلي محمديوسف هيواددوست د خپلي وينا په ترڅ کي د نيوکي په ډول وويل چي کلتوري ټولني بايد ددغسي ګوتو په شمېر اشخاصو په ژوند کي دهغوی د علمي خدمتونو او زيار درنښت پرځای کړي تر څو هغوي په خپل ژوند کي د خپل کار پايله وويني نه داچي  په ژوند يې څوک له حاله خبر نه وي او تر مړيني وروسته پسي اوښکي تويوو . وروسته ښاغلي حاجي بيانخېل ته بلنه ورکړه سوه چي د نوميالي صاحب يادغونډي ته خپل شعر واوروي ،چي شعر يې وستايل سو . ورپسې ښاغلي ډاکټر نواب د سيستاني صاحب له خوا رالېږل سوې مقاله ولوسته چي هغه هم په ( وياړلې سجره ) پيل کېده دغونډي برخه والو ته ولوسته ، او ورپسې ښاغلي ننګ د ارواښاد نوميالي صاحب د هغې مقالې په اړه خپله خاطره واوروله په کومه کي چي ارواښاد نوميالي د ( انسانستان ) کلمه رانغښتې وه . دچای او حلوا تر تفرېح وروسته  د راډيوتلويزيون دنوميالي سندرغاړي استاد رحماني صاحب خپل کوچنيوالي  هغه خاطره ياده کړه چي څنګه ارواښاد نوميالي د قرآن شريف دسبق پوښتنه ځني وکړه ، او بيايې يو شعر يې ورته وليکی . وروسته هغه پنځلس دقيقه ايزه ويډيو ټوټه نندارې ته وړاندي سوه  په کمه کي چي ارواښاد کانديداکاډمسين محمدانورنوميالي په خپل خواږه مجلس ، او د الپي ليلا دکتاب څخه په خوږو کيسو او شعرونو او څو تخنه ونو بنډار تود ساتلی و . دا ويډيوي ټوټه ښاغلي استاد رحماني چمتو کړې وه . غونډه دماخستن لسوبجو شاوخوا پای ته ورسېده .   ",دارواښاد ک .اکاډمسين م . انور نوميالي يادغونډه 6211,," نن ماښام پر سيمه ايز وخت شپږبجې په پېښور کي يو چاودنه وسوه چي له امله يې يو تن زخمي سوى دى. د پوليسو په وينا پېښه هغه وخت رامنځته سوه چي يو کس پر موټ� �سايکل باندي چاودنکي توکي اخيستي وه او غوښتل يې په کوم ځاى کي يې ځاى پر ځاى کړي، خو تر اصلي وخت دمخه وچاودل.د پوليسو په وينا دوى اوس پر دې څېړنه کوي چي ځانمرګى بريد خو به نه وو، ويل کېږي د زخمي سوي کس ژوند د ډاډ وړ د� �. ",پوليس وايي د پېښور چاودني يو تن زخمي کړی دی 6212,هالنډ دمهاجرينوفدراسيون,"   د روان کال د ډسمبر دمياشتي نهمه او لسمه نېټه په هالنډ کي نړيوال کنفرانس جوړېږي . په اروپا کي د افغان کډوالودټولنو فدراسيون په پام کي لري چي د ( استقرارثبات درافغانستان، مشکلات وراه های حل) ترسرليک لاندي يونړيوال کنفرانس جوړ کړي . مينه وال په دې کنفرانس کي دګډون نيت لري له لاندنۍ ويبپاڼي څخه دي شرطپاڼه ولولي . http://www.afghandiaspora.org/index.htm   ",په افغانستان کي دثبات ټينګښت ،ستونزي اوحل لاري 6213,پروفيسر خالق رشيد," ګرانودوستانو!زه په رشادپوهنه باندې كاركوم ، په دغه ترڅ كې  يوشميرنظريات نورهم شته چې اوس له ماسره نه وو، په دې چې هغه لاهم په هند كي له ماپاتې دي .په راتلونكي به كه دخداى رضا وه هغه به هم په دغه ليكنه ورزيات كړم .خواوس استاد ته دارادت په خاطر دغه  نيمګړي برخه ستاسوپه واك كې دركوم .پروفيسر خالق رشيد - کاناډا رشاد پوهـنه دوهمه برخه : دوهم مخ ( له ښکلا مجلې څخه ) په هند كي دعلامه رشاد دپښوپل  ( يادونه او وياړونه )   ",رشادپوهنه ( ۲) په هند کي د علامه رشاد دپښو پلونه ( دوهمه برخه دوهم مخ ) 6214,پروفيسر خالق رشيد - کاناډا," ګرانودوستانو!زه په رشادپوهنه باندې كاركوم ، په دغه ترڅ كې  يوشميرنظريات نورهم شته چې اوس له ماسره نه وو، په دې چې هغه لاهم په هند كي له ماپاتې دي .په راتلونكي به كه دخداى رضا وه هغه به هم په دغه ليكنه ورزيات كړم .خواوس استاد ته دارادت په خاطر دغه  نيمګړي برخه ستاسوپه واك كې دركوم .پروفيسر خالق رشيد - کاناډا رشاد پوهـنه دوهمه برخه : لومړی مخ ( له ښکلا مجلې څخه ) په هند كي دعلامه رشاد دپښوپل  ( يادونه او وياړونه )  ",رشــادپـوهنه ( ۲) په هندکي دعلامه رشاد د پښو پل 6215,," د لبنان په پلازمېنه بېروت کې تېره ورځ د دولت پر وړاندې د حزب الله او د سوريې د پلويانو پراخې مظاهرې د امريکا متحد ايالتونو په کلکه وغندله. د امريکا د متحدو ايالوتونو د بهرنيو چارو وزارت د مخالفانو دغه ګام ډاروونکى خبردارى وباله. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ټام کيسي ايران او سوريه دواړه هېوادونه په دې تورن کړي دي چې د لبنان د دولت له مخالفانو څخه ملاتړ کوي. مظاهره کوونکو د شعارونو په ويلو سره په لاسونو کې يې د لبنان بيرغونه و او د فواد سينيوره لومړي وزير د ګوښه کېدو غوښتنه يې کوله ",په لبنان کې د دولت پر وړاندې مظاهرې 6216,," په عراق کې د شيعه ګانو با نفوذه سياسي مشر سيد عبد العزيز د امريکا له ولسمشر جورج بوش سره د ليدو په موخه واشنګټن ته سفر کوي. سپينې ماڼۍ خبر ورکړى چې جورج بوش له عبدالعزيز سره د خبرو اترو لپاره د دو شنبې په ورځ قصد لري مخکې له هرڅه د عراق د مجلس اعلى د انقلابي مشر سره د دغه هېواد د امنيتي حالت او د ملي پخلاينې د اړتيا په اړه خبرې اترې وکړي. ",د عراق د شيعه ګانو مشر له بوش سره ليدنه کوي 6217,," د هيواد د فرهنګ کور کي يو لړزه سوهد رشاد بابا د مرګ چيغه خپره سوه ارواښاد علامه اكاډيمېسن پوهاند عبدالشكور رشاد بابا(رح) علامه اكاډيمېسن پوهاند عبدالشکور رشاد بابا د ۱۳۰۰ لمريز كال د لړم د مياشتي پر درويشتمه نېټه (١٤ نوامبر ١٩٢١) چې له لويي برتانيې څخه زموږ د ګران هيواد افغانستان د سياسي خپلواكۍ دوه كاله تېر سوي وه، د كندهار ښار د بابړو د كوڅې په يوې مخوري او درنې كورنۍ كې سترګي دې نړۍ ته پرانيستې ، چي دې كورنۍ د سوداګرۍ تر څنګ د علم او پوهي سره ښه مينه درلوده او پلار يې ارواښاد عبدالغفور خان د مروجو علومو د مطالعې خاوند او پر خپلي مورنۍ ژبي سربېره، په پاړسي عربي اردو او انګرېزي ژبو پوهيدى او نيكه يې حاجي محمد اياز خان د خپل وخت مشهور سوداګر وو، ورنيكه ( غور نيكه) يې محمد جان خان ، تر نيكه يې نېك محمد خان او سرنيكه يې لكي صاحب خان چي د يو لك سكو خاوند او د معاصر افغانستان د بنسټ ايښودونكي ستر ټولواک غازي احمدشاه بابا(رح) (١١٦٠- ١١٨٦ هـ ق) ( ۱۷۴۷ – ۱۷۷۳ م ) د وخت له مشهورو خلكو څخه و. دا كورنۍ پخوا د پاچا جوړونكو ( King Makers ) كورنيو څخه بلل كېده، لكه نور محمد خان بابړ چي (مستوفي الممالك) او ګل محمد خان بابړ چي د (امين الملك) دندي سرته رسولې او د افغانستان ټولي اقتصادي او د هغه د پلان چاري ور دغاړي وې، د لوى احمدشاه بابا سره يې كورنۍ دوستي هم درلوده او د هغه د لمسي شهزاده زمان چي وروسته له خپل پلار تيمور شاه څخه پر تخت كښېناست او د شاه زمان په نوم يې شهرت تر لاسه كړ ، خسر هم  و. د استاد رشاد په لومړۍ روزنه او پالنه كي د هغه فاضل پلار مهمه ونډه درلوده، لكه چي ده خپله په ١٣٧٩ ل (٢٠٠٠م) کال د ګوربت مجلې سره په مركه كي ويلي دي :""زما لومړى استاد زما پلار و، پر هغه دي خداى (ج) ورحمېږي زه يې روزلى يم، خو متاسفانه چي د هغه سيورى په ۱۳ كلنۍ كي زما له سره څخه ليري سو او ما د ده له ټول فضيلت څخه استفاده ونه سوه كړاى، تقريبا ً (٦٩) كاله وړاندي ما انګرېزي الفبا له پلاره زده كړې او عربي كتابونه مي هم تر مختصر پوري له پلاره سره ويلي دي، پاړسي كتابونه مي لكه ګلستان، بوستان، حافظ او نور ټول له پلاره سره لوستي، البته نور استادان مي هم درلوده، خو لومړى استاد مي پلار و .""همدارنګه د افغانستان په نوم كوم اخبار چي په لاهور كي خپرېدى او پښتو برخه يې درلوده، د دوى پلار ته را استول كېدى هغه يې  مطالعه كاوه.هغه د خپلي ځيركتيا له امله ډېر ژر په ١٣١٣ ل (١٩٣٤م) كال كې په لومړۍ درجه له ښوونځي فارغ او په ۱۹۳۴ م كال يې پر ديارلس كلنۍ لومړى په مطبعه کي د يوې لنډي مودې له پاره او بيا د ښوونكي په توګه رسمي ماموريت پيل كړ، چي د ډېري پوهي او سن د لږوالي له امله يې په كوچني ښوونكي شهرت پيداكړ چي حتى ډير شاګردان به يې تر ده مشران هم وه. په ١٣٢٥ ل (١٩٤٦ م) كال د كندهار د ښار د انتخابي ټولني (انجمن) رئيس او په ١٣٢٦ ل (١٩٤٧م) كال د كندهار د ښاروال مرستيال سو او له ١٣٢٦ ل (١٩٤٧م) كال وروسته هندوستان ته ولاړ، هلته يې خپلو ځانګړو زده كړو او هم يې د پښتنو او پښتو په اړه ژورو څېړونو ته دوام وركړ، چي د""لودي پښتانه"" كتاب ، چي ۴۲۰ مخونه لري او""سوري پښتانه"" چي٤٠٠ مخونه لري يې ښه بېلګي دي او د هغه تر څنګ يې هندي ژبي او ديوانګري ليكدود هم زده كړ او سانسګريټ او انګرېزي ژبي يې هم پر مخ بوتلې.په ١٣٣١ ل (١٩٥٢م) كال د ويښو ځلميانو د غورځنګ چي د افغانستان لومړى ملي ديموكرات ګوند و، د استازي په توګه د كندهار د ښاريانو له خوا پارلمان ته انتخاب سو خو د كندهار د والي عبدالغني خان (قلعه بيګي) او د چارواكو د مخالفت په وجه چي د ويښو ځلميانو او پوهاند رشاد سره يې درلود، د دوى د رايو صندوق د پوليسو له خوا ضبط او دى د ښاروالۍ له تالار او انتخاباتي حوزې را وايستل سو. په ١٣٣٦ ل (١٩٥٧م) كال د پښتو ټولني د مسلكي غړي او د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي د استاد په توګه وپېژندل سو چي وروسته بيا د پښتو ټولني د رياست مسلكي مرستيال وټاكل سو، سره له دې چي د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي استاد هم و . په ١٣٤٠ ل (١٩٦١م) كال د پخواني شوروي اتحاد د سنت پيترزبورګ (پخوانى لينن ګراد) ښار د ختيځ پېژندني د انستيتوت د پښتو ژبي د استاد په توګه د دوه نيم كاله له پاره ولېږل سو، چي وروسته افغانستان ته راستون او د كابل پوهنتون د ژبو، ادبياتو او بشري علومو د پوهنځي په پښتو څانګه كي استاد او بيا د دغه څانګي (ډيپارټمنټ) مشر (شف) سو او د وخت لوړه علمي رتبه پوهاندي يې په ١٣٥٦ ل (١٩٧٧م) كال كي تر لاسه كړه، څو د ١٣٥٧ ل (١٩٧٨م) کال تر پېښي وروسته ډېر ژر لزوماً تقاعد ته سوق سو، خو د دې رژيم د مخالفت سره – سره يې خپلي علمي او فرهنګي اړيكي د كابل پوهنتون د علومو د اكاډمۍ، علمي سړيو او كړيو سره وساتلې. استاد رشاد لومړى شعر په ١٣١٣ ل (١٩٣٤م) كال پر ديارلس كلنۍ ويلى، خو د هغه لومړى شعر په ١٣١٧ ل (١٩٣٨م) او لومړۍ څېړنيزه ليكنه په ١٣٢٠ ل (١٩٤١م) کال د افغانستان په مطبوعاتو (طلوع افغان) كي خپاره سوي دي. د ده په وينا له ۲۶ كلنۍ څخه د ويښو ځلميانو د نهضت غړى و. د جهاد پر مهال په كابل كي اوسېد، خو  مضامين او شعرونه به يې په مستعارو نومونو چي په هيواد كي خطر ورته پېښ نه كړي، د كلفورنيا په Freedom ، د ناروې په مجاهد ولس، جرمني، اطريش، هند، پېښور، كراچي او نورو ځايونو كي خپرېدل او چي ډېر به ترخه نه وو او په سمبوليك ډول به پكښي د وخت رژيم غندل سوى او ملي جهاد او آزادي ستايل سوې وه، په كابل كي هم خپرېدل او له١٣٧١ل (١٩٩٢م) كال وروسته چي د تنظيمونو تر منځ د واك د ساتلو او يا تر لاسه كولو جګړه پيل او ايتنيكي اختلافاتو ته لمن ووهل سوه، د هغه د غندني په خاطر يې هم شعرونه او ليكني له هيواد څخه دباندي خپرې كړې او د طالبانو په وخت كي په يوه غونډه كي چي د ۱۹۷۹ م كال د روسانو د يرغل د غندني په اړه نيول سوې وه، استاد رشاد د سر په بيه د طالبانو سياست د روشنفكرانو او ديموكراسۍ په اړه وغانده او دا يې په ډاګه وويل چي:"" زه ويښ ځلمى وم، يم او اوسم به او دا ګوند هغه ګوند دى چي په افغانستان كي يې د لومړي ځل له پاره د ډيموكراسۍ ږغ پورته كړ ."" د ١٣٥٧ ل (١٩٧٨م) كال تر پېښي را وروسته بيا تر ١٣٧١ ل (١٩٩٢م) كال پوري د دوى د سياستونو د غندني په اړه يې يوه شعري ټولګه د "" ملحد شاهۍ"" په نوم ليكلې او د ١٣٧١ ل (١٩٩٢م) كال څخه بيا تر ١٣٧٥ ل (١٩٩٦م) كال پوري يوه شعري ټولګه د""تنظيم شاهۍ يا ملا شاهۍ"" په نوم ليكلې، وروسته يې د طالبانو تر سقوط پوري د"" طالب شاهۍ"" په نوم يوه شعري ټولګه ليكلې او د ١٣٨٠ ل (٢٠٠١ م ) کال او امريکايي يرغل را په دېخوا يې""  شداد شاهي"" بللې چي شعري بېلګي يې"" خښمېدلې امريکا"" ،"" د واده کلى کربلا سو""  او"" د تودو وينو حمام افغانستان سو"" دي او په يو بيت کي يې داسى راوړى دي : عام قتلونه دي جاري شداد شاهي ده  افغانان کړول کېږي، تباهي ده   استاد د خپل ژوندانه تر وروستۍ شېبې پوري د زورواكۍ او بلواكۍ پر ضد شعرونه او ليكني كړي دي، خو په څرګند ډول ويلاى سو چي ژوند يې تل د چارواكو سره په مخالفت (اپوزيشن) كي تېر سوى دى، چي نه يې ظالم واكمنان منلي او نه يې پردۍ واكمنۍ، استاد د ډيموكراټ او متعادل سياست خوښوونكى او ريفورمست و . په دغه توپير چي په لږ آزاد چاپېريال كي يې مخالفت څرګند او د اختناق په شرايطو كي به يې په پټه او سمبولونو مخالفت كاوه. له دا ټولو ستونځو سره_ سره چي په وار_ وار تعقيب سوى او تهديد سوى و او دا امكان يې هم تر لاسه كړى وو چي څو ځله په شخصي ډول جاپان، هندوستان، پاكستان، يمن، امريكا، سعودي عربستان او نورو هيوادونو ته سفرونه وكړي، خو خپل هيواد يې خوشي نه كړ او بيرته خپل هيواد ته راستون سوى دى. ارواښاد استاد به تل دا ويل چي"" هيوادپر هر چا ګران دى خو ما ايمان پر راوړى، كه مرم هم به دلته يم او كه ژوندى يم هم به دلته يم .""ارواښاد استاد په پاړسي، عربي، اردو، هندي، روسي او انګريزي ژبو پوهېدى او له تركي او جاپاني ژبو څخه يې هم استفاده كولاى سواى. پر خپلي مورنۍ ژبي سربېره يې په پاړسي او اردو ژبو كي هم ښه عروضي شاعري كوله، خو دوى خپل ټول ژوند د پښتو ادب د پرمختګ او ودي په لاره كي تېر كړى دى، علمي، ادبي او تاريخي اثار يې ليكلي، د نړيوالو ادبياتو ژباړي يې كړي  او زيات شعرونه يې زموږ شعري نړۍ ته ډالۍ كړي دي. د دوى (٥٩) اثار له سلګونو مقالو سره چاپ سوي دي چي په لاندي ډول دي: چاپي اثار: 1. ملحد شاهي (كمونيست شاهي) شعري ټولګه ده چي د ١٣٥٧ ل  (۱۹۷۸ م) كال د كودتا څخه تر ١٣٧١ ل (۱۹۹۲ م) كال پوري د وخت د حكومت د كړنو غندنه پكښي سوې ده.2. تنظيم شاهي، شعري ټولګه ده چي د ١٣٧١ ل (۱۹۹۲م) كال څخه تر ١٣٧٥ ل (۱۹۹۶ م) كال پوري د هغه وخت د حالاتو ذكر پكښي سوى د ى. 3. طالب شاهي، شعري ټولګه ده، چي د طالبانو د حكومت وروسته چاپ سوې ده.4. لودي پښتانه په ٤٢٠ مخونو كي، د١٣٣٦ ل (۱۹۵۸ م) كال چاپ. 5. ډهلى د پښتنو په وخت كي، سريزه، د ١٣٣٨ ل (۱۹۶۰ م) كال چاپ.6. د ليو تولستوى درې نكلونه، (پښتو ژباړه) د ١٣٣٩ل (١٩٦١م) كال چاپ.7. پښتانه شعراء (دريم ټوك) د ٣٠ شاعرانو د احوالو او اثارو پېژندنه، تصحيح او تنقيح.8. د يوولسم ټولګي پښتوقرائت، د ١٣٣٩ ل (١٩٦١ م) كال چاپ.9. د دوولسم ټولګي پښتوقرائت، د ١٣٣٩ ل (١٩٦١ م) كال چاپ.10. د امير خسرو دهلوي هندي شاعري، د ١٣٥٣ل (١٩٧٤م)كال چاپ. 11. د خيرالبيان لغتونه، سريزه، په ۱۲۲ مخونوكي، د ١٣٥٣ل (١٩٧٤م)كال چاپ.12. د خيرالبيان په سريزه كي درې مقالې (١١٠مخه)، د ١٣٥٣ل (١٩٧٤م)كال چاپ.13. د دولت لواڼي د دېوان سريزه، د١٣٥٣ل (١٩٧٤م)كال چاپ.14. د واصل روښاني دېوان، سريزه او سمون، د ١٣٥٣ل (١٩٧٤ م)كال د کابل مجلې په پرله پسې ګڼو کي چاپ.15. پاڼي ڼي، اښت ادهياى او په هغه كي پښتو كلمې، د ١٣٥٤ل (۱۹۷۵ م)كال چاپ.16. ګيتانجلي (د رابندراناټ ټاګور اثر) د پښتو ژباړي سريزه، په ۱۰۴ مخونو كي، د ١٣٥٤ ل (۱۹۷۵ م) كال چاپ.17. تاج (د رابندراناټ ټاګور اثر) د پښتو ژباړي سريزه، د ١٣٥٤ ل (۱۹۷۵ م) كال چاپ.18. د ګولډن شتت د فرهنګ سريزه، د ١٣٥٦ ل (۱۹۷۷ م) كال چاپ. 19. د ګلشن روه سريزه په ۱۹۲ مخونو كي، د ١٣٥٦ ل (۱۹۷۷ م) كال چاپ.20. د احمدشاه بابا د پښتو اشعارو شرحه، سريزه او سمون، د ١٣٥٦ ل (۱۹۷۷ م) كال چاپ.21. د احمدشاه بابا د دېوان غورچاڼ، د ١٣٥٧ ل (۱۹۷۸ م) كال چاپ.22. د ابن سينا مخارج الحروف پښتو ژباړه (٧٠ مخه) په ١٣٥٩ ل (١٩٨٠ م) کال کي د افغانستان د علومو اکاډيمۍ له خوا چاپ.23. د پښتو تجويدونو تاريخچه په ۷۴ مخونو كي، د ١٣٥٩ل (١٩٨٠ م) كال چاپ.24. د پښتو اسماء الحسنى سريزه، د ١٣٥٩ ل (١٩٨٠ م) كال چاپ.25. د څمكنو ميا عمر (٩٦مخه)، د ١٣٦٠ ل (۱۹۸۱ م) كال چاپ.26. د حاجي جمعه باركزي د دېوان سريزه او لغتنامه، د ١٣٦١ل (۱۹۸۲ م) كال چاپ.27. پر افغانستان او بريتانوي هند باندي څو خبري (سخن چند بر افغانستان و هند بريتانوي)، د ١٣٦١ ل (۱۹۸۲ م) كال چاپ.28. د پټي خزانې فرهنګ لومړى ټوک، په ١٣٦٢ ل (١٩٨٣م) كال کي په ١٠١ مخونو کي د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي له خوا چاپ سوى دى چي له (آ) څخه د (ت) تر توري پوري ٦٤ لغتونه لري.29. بديع درسي كتاب (٣٥ مخه)، د دارالمعلمين له پاره، د ١٣٦٥ ل (١٩٨٦م) كال چاپ.30. در بارۀ ظفرنامۀ اكبري و ناظم آن، د ١٣٦٥ ل (۱۹۸۶ م) كال چاپ.31. د قصه خوانۍ خونړۍ پېښه (ژباړه)، د ١٣٦٧ ل (۱۹۸۸ م) كال چاپ.32. لس مقالې (د خوشال پېژندني په اړه)، په ١٣٦٧ ل (۱۹۸۸م) كال کي د اطلاعات او کلتور وزارت له خوا چاپ سوې.33. سوبهاش چندرابوس، په ١٣٦٨ ل (۱۹۸۹ م) كال د افغانستان د علومو اکاډيمۍ له خوا چاپ چي ٢٤ مخه سريزه او ٦٢ مخه تعليقات لري.  34. د زړه ويني (شعري ټولګه)، په ١٣٧٠ ل (۱۹۹۱ م) كال کي د افغانستان د ليکوالو د ټولني له خوا چاپ.35. د پاني پت قهرمان لوى احمدشاه بابا د خلګو په نظر کي د افغانستان د علومو اكاډيمۍ له خوا په ١٣٧٠ ل (۱۹۹۱ م) كال کي چاپ چي د ٤٠ کورنيو او بهرنيو پوهانو نظريات راوړه سوي او مخالف يې رد سوي.36. د افغانستان بدي ورځي (شعري ټولګه)، د ١٣٧٣ ل (۱۹۹۴ م) كال چاپ.37. لولپه پېغله (شعري ټولګه)، د ١٣٧٤ ل (۱۹۹۵ م) كال چاپ.38. كوروش خون آشام، ( پاړسي نظم په ١٤ مخونو کي) ، د ١٣٧٩ ل (۲۰۰۰ م) كال چاپ.39. د پښتنو غميزه (شعري ټولګه)، د ١٣٨٠ ل (۲۰۰۱ م) كال چاپ.40. خښمېدلې امريكا (شعري ټولګه)، د ١٣٨١ ل (۲۰۰۲ م) كال چاپ.41. د واده كلى كربلا سو (شعري ټولګه)، د ١٣٨٢ ل (۲۰۰۳م) كال چاپ.42. د تودو وينو حمام افغانستان سو (شعري ټولګه)، د  ١٣٨٢ل (۲۰۰۳م) كال چاپ.43. د افغانستان د تاريخي جغرافيې په اړه د علامه رشاد سره د مركو ټولګه، (لومړۍ برخه)، د ١٣٨٣ ل (۲۰۰۴ م) كال چاپ.44. تېروتني (تاريخي او ادبي) لومړۍ برخه، د ١٣٨٣ ل (۲۰۰۴ م) كال چاپ.45. بې لاسو ښځه (د ليو تولستوى د اثر ژباړه)، د ١٣٨٣ ل (۲۰۰۴ م) كال چاپ.46. فوايد فقيرالله، لغتنامه او تعليقات، د ١٣٥٩ ل (1980 م) كال چاپ. 47. نصاب الصبيان، سريزه، د ١٣٦١ ل (1982 م) كال چاپ.48. د پښتو - جاپاني قاموس په باب.  49. د حيات افغاني د پښتو ژباړي تصحيح، تحشيه او تعليقات.50. د حالنامې سريزه، تعليقات او لغتنامه. 51. د پټي خزانې عروضي اړخ. 52. د تاريخ سياح مسيحي كتنه او نظر.53. د زمانشاه او سلطان ټيپو سريزه. 54. د ملاعبدالباقي د تبيين الواجبات سريزه.   هغه اثار چي د دوى تر مړيني وروسته چاپ سوي دي: 55. روڼې اوښكي (شعري ټولګه) په ۱۲۰ مخونو كي، په کال ١٣٨٣ ل  (۲۰۰۵م) کي په کندهار کي د هيواد کلتوري ټولني له خوا چاپ .56. د ګلانو ګېډۍ (شعري ټولګه)، په ۴۶ مخونو كي، په کال ١٣٨٣ ل (۲۰۰۵م) کي په کندهار کي د افغان ښوونيزي ادارې (AEF) له خوا چاپ .57. د بېنوا ياد، په ۴۵ مخونو كي، په کال ١٣٨٣ ل (۲۰۰۵م) کي په کندهار کي د افغان ښوونيزي ادارې (AEF) له خوا چاپ.58. ادبي نثرونه، په ۶۱ مخونو كي، په کال ١٣٨٣ ل (۲۰۰۵م) کي په کندهار کي د افغان ښوونيزي ادارې (AEF) له خوا چاپ.59. د كارنامو مېرمني، په ۶۸ مخونو كي، په کال ١٣٨٣ ل (۲۰۰۵م) کي په کندهار کي د افغان ښوونيزي ادارې (AEF) له خوا چاپ. ناچاپه اثار: 1. مشترك لغتونه، دغه اثر په اووه ټوكه كي ليكل سوى دى چي پنځه ټوکه يې متن او دوه ټوکه يې فهرست دى. 2. پښتانه شعراء په اردو ژبه كي، په دغه اثر كي هغه پښتانه معرفي سوي دي چي په اردو ژبه يې شعرونه ويلي دي، په دغه اثر كي ۳۸۳ تنه شاعران راغلي دي ، ۸۵۰ مخونه لري. 3. پښتانه شعراء په پاړسي ژبه كي، په دغه اثر كي هغه پښتانه معرفي سوي دي چي په پاړسي ژبه يې شاعري كړې ده، په دغه اثر كي (۲۰۰) تنه شاعران معرفي سوي دي، ۷۰۰ مخونه لري. 4. غالب جڼ غازي نواب احمدخان بنګښ او د هغه كورنۍ، ۱۹۰ مخونه لري.5. آيا؟ په دغه اثر كي هغه تېروتني او تېر ايستني په ګوته سوي چي هغه په پښتو او پاړسي ادبياتو او تاريخ كي د پاملرني وړ دي، ۵۰۰ مخونه لري. 6. د پښتني قوم او قبيلو په باب ياداښتونه، ۶۷۰ مخونه لري. 7. مستشرقين، په دغه اثر كي (٣٠٠) تنه ختيځ پوهان چي د افغانستان، پښتو او پاړسي ژبو په باب يې څېړني كړي، معرفي سوي دي، ۵۴۰ مخونه لري او پر دوو برخو وېشل سوى دى چي يو يې رښيني مستشرقين او بل يې مستشرکين يا شرک اچوونکي دي. 8. امين الملك ګل محمدخان غورياخېل بابړ او د هغه كورنۍ چي د استاد له نيكونو څخه دى، ۲۴۰ مخونه لري. 9. ملي قهرمان غازي محمداكبرخان ، ۲۳۰ مخونه لري.10. سوري پښتانه، ۴۰۰ مخونه لري.11. د كندهار د مدرسو تدريسي نصاب، ۴۰۰ مخونه لري ١٤ علوم، لس ديني او څلور منطق او حکمت. 12. حضرت ابوبكر صديق په پښتو ژبه، ۲۳۰ مخونه لري. 13. په زړه پاړسي، پهلوي او اويستا كي پښتو كلمې، (د پوهنتون د ماسټرۍ په نصاب كي شامل اثر) ۳۸۰ مخونه لري. 14. د كندهار زيارتونه، ۷۰۰ مخونه لري. 15. ادبي قاموس، دغه اثر شپږ ټوكه دى، لومړى ټوك (۱۲۰۰) مخونه، دوهم ټوك (٧٤٣) مخونه، دريم ټوك (۱۲۵۰) مخونه، څلورم ټوك (۶۰۰) مخونه، پنځم ټوك (۶۵۰) مخونه او شپږم ټوك (۱۲۰) مخونه لري.16. پښتانه مصنفين، دغه اثر درې ټوكه دى، لومړى ټوك (۱۰۰۰) مخونه، دوهم ټوك (۷۶۰) مخونه او دريم ټوك (۵۸۰) مخونه لري. 17. جغرافيايي ياداښتونه، دغه اثر دوه ټوكه دى، لومړى ټوك (۸۰۰) مخونه او دوهم ټوك (۳۶۰) مخونه لري چي د افغانستان د ځينو سيمو تاريخي بهير، د سيمي وجهي، نوموني او د نومونو تحولات ښوول سوي. 18. د كندهار تاريخي ياداښتونه، دغه اثر دوه ټوكه دى، په لومړي ټوك كي مخكي تر مغلو حالات بيان سوي دي او (۹۷۰) مخونه  لري او په دوهم ټوك كي وروسته تر مغلو حالات بيان سوي دي چي (۱۰۴۰) مخونه لري (د ښاغلي محمدمعصوم هوتک له نظره تېر سوى او په جرمني کي د افغانستان د کلتوري ودي ټولني له خوا چاپ ته چمتو دى).19. د احمدشاهي عصر نوميالي، دغه اثر هم دوه ټوكه دى، لومړى ټوک ٥٠٠ مخه چي هغه کي هغه نوميالي چي په احمدشاهي شاهنامه کي راغلي دي د هغو په اړه معلومات او دوهم ټوک ٤٢٠ مخونه لري چي په دې برخه کي د احمدشاهي شاهنامې څخه پرته د دغه عصر د نورو نومياليو ذکر راغلى دى.20. پښتانه مشاهير، درې ټوكه دى، لومړى ټوك (۱۵۰) مخونه دوهم ټوك (۲۰۰) مخونه او دريم ټوك يې تر لاس لاندي و لږ ليكل سوى دى.21. د طريقت شجرې، د هغو تصوفي طريقو په باب چي په افغانستان او پښتنو كي مشهوري دي بحث کوي او ۲٣۰ مخونه لري. 22. نسبي شجرې، دغه شجرې پنځه ټوكه دي، لومړى ټوك په هندوستان كي د پښتنو نوابيو او نامتو كورنيو په اړه دى، (۲۷۰) مخونه لري، دوهم ټوك د سدوزو پاچاهانو، شهزاده گانو او سردارانو په اړه دى، (۹۰) مخونه لري، دريم ټوك د محمدزيو پاچاهانو، شهزاده ګانو او سردارانو په اړه دى، (۱۸۵) مخونه لري، څلورم او پنځم ټوكونه د پښتنو قومو او قبيلو په اړه عمومي شجرې دي، چي څلورم ټوك (۳۲۰) مخونه او پنځم ټوك (۱۲۰) مخونه لري.23. سل متله په اوو ژبو، دغه اثر په څلورو ټوكونو کي دى چي هغه کي يې دپښتو، پاړسي عربي، انګريزي، روسي، اردو او تركي ژبو ورته متلونه راوړي دي. 24. ۲۰۰۰ دوه زره روسي متله په پښتو ژبه، دغه اثر څلور ټوكه دى، لومړى ټوك (۳۶۵) مخونه ، دوهم ټوك (۴۵۰) مخونه، دريم ټوك (۴۲۰) مخونه او څلورم ټوك (۴۲۵) مخونه لري. 25. د خوشال فرهنګ، دغه اثر اووه ټوكه دى، لومړى ټوك طب نامه (۴۰۰) مخونه، دوهم ټوك بازنامه (۲۶۰) مخونه، دريم ټوك رباعيات او قطعات  (۲۸۰) مخونه، څلورم ټوك دستارنامه  (۴۸۰) مخونه، پنځم ټوك غزليات او قصايد (۵۲۰) مخونه، شپږم ټوك غزليات او قصايد (۳۲۰) مخونه، اووم ټوك غزليات او قصايد (۳۶۰) مخونه لري .26.  د پټي خزانې فرهنګ، دوهم ټوك، (۴۰۰) مخونه لري چي له (ت) څخه د (ي) تر توري  پوري دى. 27. د ګلشن روه لغتنامه ، (۸۰۰) مخونه لري چي د پښتو، پارسي، هندي، عربي، او ترکي لغتونو معنى او تشريح سوې ده. 28. نواب  حافظ رحمت خان بړيڅى او د هغه كورنۍ (دغه اثرد افغانستان د علومو اكاډيمۍ له خوا تر چاپ لاندي دى) .29. د فرهنګونو په باب، په دغه اثر كي هغه فرهنګونه چي په ختيځ كي ليكل سوي ، معرفي سوي دي ، ترتيب يې په لاندي ډول دى: • پښتو فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).• پاړسي فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).• عربي فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).• تركي فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).• هندي فرهنګونه (د الفبا په ترتيب). 30. بديع، (۷۵۰) مخونه لري .31. بيان، (۵۰۰) مخونه لري .32. قافيه، (۶۵۰) مخونه لري .33. عروض، دغه اثر څلور ټوكه دى، لومړى ټوك (۱۱۳۰) مخونه، دوهم ټوك (۳۶۸) مخونه ، دريم ټوك (۴۴۰) مخونه او څلورم ټوك (۹۵) مخونه لري (په دغه اثر کي د پښتو نظم او عروضو تر څنګ د اروپايي او عربي عروضو په اړه هم معلومات ورکړه سوي دي).34. معاني، (۶۵۰) مخونه لري.35. نقد، د پښتو، پاړسي  او عربي ادبياتو په تاريخي او علمي برخو كي، (۵۰۰) مخونه لري .36. مكتبي قاموس، په دغه اثر كي د ښوونځيو د كتابونو(۶۰۰۰) لغاتونه تشريح سوي دي.37. په ګلشن روه كي د راورټي تېروتني. 38. په ګلشن روه کي د بابوجان منتخبات نثر نه دى، د پوهاندۍ اثر، ٢٤٠ مخه لري او پر دغه اثر د لوى استاد علامه حبيبي، فاضل استاد بېنوا او پوهاند مير حسين شاه تقريضونه ليکل سوي دي. 39. لاله، (شعري ټولګه)، (۱۵۰) مخونه لري او حماسې دي او د شکل له مخي قصيدې، مثنوي، او چارپارې دي چي له ١٣٣٠ څخه تر ١٣٦٠ لمريز کال پوري ٤٠ ټوټې شعرونه لري.40. چاپ سوي څلوېښت حديثه.41. د محبت نغمې، (شعري ټولګه)، (۱۵۰) مخونه لري، له ١٣٣٠ څخه تر ١٣٥٧ لمريز کال پوري ٥٠ ټوټې پښتو او پارسي شعرونه او دوه د کوچنيانو له پاره شعرونه لري.42. نيم ديد، (شعري ټولګه) نيم په پښتو او نيم په پارسي ٤٠ ټوټې شعرونه، ١٢ ادبي نثرونه لري چي د ليک او سوال او جواب په ډول دي.43. د شعرونو پنځه ټولګي، لومړۍ ټولګه (۶۲) مخونه لري چي له ١٣١٤ څخه تر ١٣٢٠ لمريز کاله پوري ٦٠ شعرونه او په پاى کي مسجع ادبي نثرونه لري او شعرونه يې د فورم يا شکل له مخي د غزل، رباعي، قصيدې، مثنوي، ترجيع بند، ترکيب بنداو ترانې په ډول دي، دوهمه ټولګه (۵۰) مخونه چي له ١٣٢١ څخه تر ١٣٢٥ لمريز کال پوري ٥٠ ټوټې شعرونه لري، دريمه ټولګه (۱۲۶) مخونه چي له ١٣٢١ څخه تر ١٣٢٥ لمريز کال پوري ١٠٠ ټوټې شعرونه لري، څلورمه ټولګه (۶۲) مخونه لري چي د ١٣٢٤ لمريز کال ٦٠ ټوټې شعرونه پکښې دي او پنځمه ټولګه (۱۸۰) مخونه لري چي په شلمو کلونو کي حماسي شعرونه دي. 44. د پښتو احمدشاهي شهنامې تعليقات په دوه ټوکه کي.45. شمس الكفات خواجۀ بزرګ احمد بن حسن ميمندي، (۱۰۵) مخونه لري، (نيمګړى اثر) .46. شهيد سردار محمدداود (د افغانستان لومړى جمهور رئيس)، ۱۸۰ مخونه لري، (نيمګړى اثر). 47. اعليحضرت غازي امان الله شاه ١٩٠ مخه. 48. (۱۰۰) زاړه لغاتونه ١٥٠ مخه. 49. د سنسكريت ژبي ګرامر، (۷۴۰) مخونه لري.50. د جاپاني ژبي او ګرامر په باب معلومات، دغه اثر دوه ټوكه دى، لومړى ټوك (۱۳۰) مخونه او دوهم ټوك (۱۶۵) مخونه لري چي د افغاني او جاپاني ژبو مشترکات، ګرامر او لغتونه پکښي راغلي دي. 51. د روسي ژبي ګرامر، دغه اثر دوه ټوكه دى، لومړى ټوك (۱۶۰) مخونه او دوهم ټوك (۱۷۰) مخونه لري.52. په پښتو كي مناظرې، (۷۵) مخونه لري، ٢٢ مناظرې چي د ارزاني له وخته راپيل سوي دي.53. الفنامې، (۸۵) مخونه لري چي د روښاني ادب څخه راپيل سوي دي.54. د پښتو نظم عروضي سيستم، (۴۵۰) مخونه لري چي په ١٣٤٨ لمريز کال کي ليکل سوى دى.55. په پښتو ژبه كي د نظم ډولونه، (۲۹۰) مخونه لري.56. سبك پېژندنه، (۲۰۰) مخونه لري چي د ختيځ او لوېديځ سبکونه پکښي راغلي دي.57. د پروفيسر برنارډ ډورن په پښتو فرهنګ كي تېروتني ١٥٠ مخونه لري چي ځيني يې په ١٣٥٨ لمريز کال کي په کابل مجله کي خپرې سوي دي.58. تېروتني او تېر ايستني، په پښتو، دري او عربي كتابونو كي ٣١٢ مخونه لري.59. پښتو نكلونه او پښتو كيسې.60. ځيني ادبي خبري، (١۰۰) مخونه لري، د شلو په شاوخوا کي ادبي ليکني او د تاليف کمزورۍ او نورو باندي ږغيږي.61. د جاپان سفرنامه (يون ليك)، (۹۰) مخونه لري.62. د امريكا سفرنامه (يون ليك)، (۱۰۰) مخونه لري.63. د يمن سفرنامه (يون ليك)، (۱۳۵) مخونه لري، په ١٣٦٩ لمريز کال کي ليکل سوې ده.64. بړېڅي پښتانه، (۱۲۰) مخونه لري.65. غازي ايوب خان، (نيمګړى اثر).66. برمكيان، (۲۲) مخونه لري (نيمګړى اثر).67. زړه پاړسي (فـُـرس قديم)، (۵۰) مخونه لري.68. د سوسيالوجۍ (ټولنپوهني) په اړه ياداښتونه، (۱۲۰) مخونه لري.69. پښتانه شعراء په عربي ژبه كي، (نيمګړى اثر).70. د پښتو كتابو كاتبان، (۱۲۰) مخونه لري.71. تعليقات، (۶۰) مخونه لري.72. سرياني قصيده، (۴۰) مخونه لري.73. د خوشال خان ياد، (۱۰۰) مخونه لري.74. عربي ګرامر، (۱۲۰) مخونه لري. 75. شيخ قاسم سليماني، (۱۲۰) مخونه لري.76. د تحفه القاسمي په اړه نيمګړې ليكنه. 77. د خوست، ځدرانو، تڼيو او ګوربزو لهجو ځيني كلمات. 78. رقوم نويسي.79. د بېلابيلو ياداښتونو پنځه كتابونه، (۶۰۰) مخونه لري.80. د قاسم علي دهلوي پر ليکنه (محاربۀ كابل) نيمګړي تعليقات.81. پردي دودونه، (۲۰) مخونه لري.82. د فوايد دوا لغتونه، (۱۵۰) مخونه لري.83. وحدۍ الوجود، (۴۰) مخونه لري.84. ژبپوهنه ١٥٠ مخونه لري.85. د ړومبنيو پوهانو د خولې خبري.86. د وزن او نظم اړيکي. 87. پخواني ياداښتونه.88. د ادب د تاريخ مقالې.89. د عروضو په باب.90. د عروضو مقالې. 91. د بديعو مقالې.92. د اسماءالحسنى شرحه.93. د خوشال د کلياتو لغتونه.    خو د علامه بابا (رح) د دوهم تلين په اړه شپږ اثره تر چاپ لاندي دي. 1. ابوبكر صديق (رض) 2. غالب جڼ غازي نواب احمد بنګښ او د هغه كورنۍ3. په گلشن روه كي د بابوجان منتخبات نثر نه دى. 4. حافظ الملك غازي نواب رحمت خان بړېڅى او د هغه كورنۍ.5. ملي قهرمان غازي وزير محمد اكبر خان.6. د كندهار تاريخي ياداښتونه (دوه ټوكه). كه د دوى ٩٣ ناچاپ اثار د ټوكونو په ډول وشمېرو چي ما ته څرګند دي (١٤١) ټوكه ناچاپ اثار د كتابونو په ډول او په لسهاوو ناچاپه مقالې او نور اثار يې هم سته، چي ډېري څېړني ته اړتيا لري او هغه چي موږ ته څرګند دي، په ټوليز ډول د استاد (۵۹) اثار او په سلهاوو مقالې او شعرونه چاپ او (٩٣) اثار او په لسهاوو مقالې او شعرونه يې ناچاپ پاته دي. د علامه رشاد بابا د چاپ او ناچاپو اثارو د سرليکونو شمېره په ټوليز ډول ١٥٢ ته رسېږي چي د ټوکونو په حساب يې شمېره ٢٠٠ کتابه دي.  علامه اكاډيميسن پوهاند عبدالشكور رشاد بابا د خپل استعداد، علاقې، پرله پسې زيار او مطالعې په نتيجه كي عالم، عامل او معلم پېژندل سوى او د پښتو ادبياتو د تاريخ د معاصري دورې ليكوال ارواښاد كانديد اكاډيميسن سر محقق محمدصديق روهي د استاد په اړه ليكي:""پوهاند رشاد په تاريخ، ادبپوهنه او لغت پوهنه كي د تبحر درلودلو له امله د روښانفكرانو له خوا د""فاضل استاد"" لقب ګټلى دى. د ده د معلوماتو پراختيا او قوي حافظه اورېدونكى په حيرت كي اچوي. فاضل استاد په اوسني وخت كي د پښتو او پاړسي ادب د كلاسيكو متونو د مشكلاتو د حل كولو له پاره يوه مهمه مرجع ګڼل كېږي. استاد رشاد نه يوازي د خپل علمي تبحر له كبله، بلكي د تقوى او د نفس د مناعت په درلودلو سره د پوهانو او روښانفكره قشر په منځ كي خاص محبوبيت ګټلى دى."" هېره دي نه وي چي فاضل استاد ته د ۱۳۸۲ ل كال د مرغومي پر نهه ويشتمه نېټه په جلال آباد ښار كي د ده په وياړ د جوړ سوي سيمينار په ترڅ كي د (علامه) بېسارى دروند لقب وركړه سو. دا ستر پوهاند او نابغه علامه رشاد بابا د ۱۳۸۳ ل كال د لېندۍ د مياشتي پر يوولسمه (۱۱مه) چي د ٢٠٠٤ ميلادي کال د ډسامبر د مياشتي د لومړۍ نېټې سره سمون لري، د چهارشنبې په ورځ د كابل په څلورسوه بستريز روغتون كي د ماپښين پر دوولس نيمو بجو د زړه د ناروغۍ له امله په حق ورسېد. انالله و انا اليه راجعون   ",د علامه رشاد بابا (رح) ژوندليك 6218,خليل الله سروري," د ١٣٨٥ لمريز كال د ليندۍ ١١ مه د هېواد او سيمي د لوى پوه، ستر څېړونكي، مؤرخ، ژبپوه، ليكوال او شاعر علامه بابا (رح) د دوهم تلين سره برابره ده. نن په دغه اړه د علامه رشاد ا كاډيمۍ او د كندهار د اطلاعاتو او كلتور د رياست له خوا د ماپښين پر .٣٠ ١بجه د قرآن عظيم الشان ختم د علامه بابا (رح) پر زيارت او پر ٢.٣٠ بجه باندي آزاده مشاعره د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست په د الان کي نيول کېږي. د علامه بابا ( رح) د ژوند ليك د كتلو له پاره د ا ځاى كښېكاږئ    د علامه رشاد بابا (رح) شپږ اثره د چاپ له پاره تيار دي پوره يو كال كېږي، چي د علامه بابا (رح) د “ادبي نثرونه، د بېنوا ياد، د كارنامو مېرمني، د گلو گېډۍ “كتاب له چاپه را وتلى دى .             د علامه بابا ( رح) د لومړي تلين په اړه د چاپ سوو كتابونو له پاره د ا ځاى كښېكاږئ علامه رشاد اكاډيمي ځانته دا وياړ بولي، چي د علامه بابا (رح) د او ياوو كلونو د پراخو او ژورو څېړنو د ستړيا او ستومانۍ تومنه، هغه اثار چي د تاريخي او ادبي ارزښ ترڅنگ، په څېړنه كي د ډېر دقت، ژور والي او په ليكنه كي د هنري ښكلا په گېڼو پسلول سوي دي، د چاپ له پاره د تيار ۍ ستر او دروند كار يې پر غاړه اخستى دى، څو د اولس ميراث او امانت، تر اولسه پوري ور ورسوي.د علامه بابا (رح) د آثارو پر قلمي نسخو باندي د كار له پاره علامه رشاد اكاډيمي يوه كوچنۍ كاري ډله چي حامد متواضع، مطيع الله روهيال، خليل الله سروري او زه ( ش . ر) يې غړي يوو، و ټاكله. په لومړي سر كي د ټولو قلمي نسخو ليست واخستل سو، له هري نسخې څخه دوې، دوې فوټوكاپۍ واخستل سوې، چي تر ۷۲۰۰۰ دوو اوياو زرو مخونو پوري ورسېدل. ور پسې د اصلي نسخو خوندي كېدل او له كاپيو څخه د اثر متن كمپيوټر كول وه، په دې لړ كي (۲۰) شل اثره چي (۲۵) پنځه ويشت ټوكه كېږي، كمپيوټر ته وسپارل سوه، پر يو بل مغتنم اثر (د كندهار تاريخي ياداښتونه _ دوه ټوكه) باندي استاد محمد معصوم هوتك كار وكئ، چي په ډېر دقت او ستومانه كار سره يې چاپ ته تيار كئ (د منني او كور ودانۍ له پاره يې وړ كلمات نه لرم)، د چاپ لگښت يې په جرمني كي د كلتوري ودي ټولني پر غاړه اخيستى دى او په نژدې وختو كي به د پورتنۍ كاري ډلي له خوا دا اثر د اصلي نسخې سره تر وروستۍ مقابلې را ووزي او چاپ ته به واستول سي.د ا ټولي قلمي نسخې د علامه بابا (رح) په خورا ښكلي خط كښل سوي دي، خو د دوى د څېړنيز شكاكيت او دقت له امله په زياترو مخونو كي د موضوع په اړه د هغه مخ پرسپينو ځايو باندي نوي ياداښتونه زيات سوي،كله چي دغه سپين پاته ځايونه د ياداښتو له پاره نه بسېده، بل كاغذ پر نښلول سوى او ياداښتونه پر ليكل سوي، چي دا زياتوني د متن په لوستلو او رانقلولو كي څوك ډېري پاملرني ته اړباسي. د بېلگي په توگه دا لاندي مخونه و گورئ : د كمپيوټر سويو آثارو څخه ( غازي نواب احمد خان بنگښ او د هغه كورنۍ، غازي وزير اكبر خان، ابوبكر صديق (رض)، په گلش روه كي د بابوجان منتخبات نثر نه دى او حافظ الملك حافظ رحمت خان بړېڅى او د هغه كورنۍ) پنځه اثره د علامه بابا (رح) د دوهم تلين درشل ته د چاپ له پاره غوره سوه، له دې پنځو اثرو څخه  حافظ الملك حافظ رحمت خان بړېڅى او د هغه كورنۍ  كتاب په ليكلي ډول په ۱۳۸۲ هــ ش كال د نواب محبت خان بړېڅي د دوه سوم تلين په اړه د علمي څېړنيز سيمنار له پاره چي په هغه كال په كابل كي نيول كېدى، د افغانستان د علومو اكاډيمۍ ته وسپارل سو، زه د دې خبري شاهد يم چي علامه بابا(رح) دې سيمنار ته د دغه كتاب په كښلو كي څوني تلوار كاوه، كه څه هم روغتيايي حالت يې ښه نه و، ديد يې ډېر كمزورى سوى و، څو پلا داسي پېښه سوه چي د كتاب ځيني مخونه به يې ماته را وسپارل او راته ويل يې:  زويه ! دا مي پر عادت ليكلي دي، وې گوره چي ټكي او وړغندي يې لاندي باندي اوليكي يې سره گډي وډي نه وي  هغه مهال زه د څو ورځو له پاره له جاپانه راغلى وم. د دې كتاب په ليكلو كي چي ما له يوې خوا د دوى ناروغ حالت او له بلي خوا په خورا حوصلې سره له سهار_گهيځه څخه د شپې تر ناوخته پوري كار كول وليده، ډېره تلوسه يې وه چي سيمنار ته دا كتاب له چاپه را ووزي. مهتمم ته يې د سړيو او ځايونو د نومونو پر جوړېدو ډېر ټېنگار كاوه.د علومو اكاډيمۍ د كتاب د كمپيوټر كار سرته ورساوه، د كتاب مهتمم د سر محقق مرستيال ښاغلي نصر الله ناصر چي د غه مهال د علومو د اكاډيمۍ منشي هم و، سربېره پر خپلو ټولو اداري بوختياوو دې كار ته اوږه وركړه او د دې كتاب له پاره يې فهرست، د كتابونو، سړيو او ځايونو نومونه، د ماخذونو فهرست جوړ كړل. (پر ځوانۍ دې بركت وي ).څه باندي درې كاله تېرسوه، د علومو اكاډيمۍ له خوا له نيكه مرغه د سيمينار نور پنډ آثار چاپ سوه، خو د دې كتاب د چاپ له پاره يې اوږه نه لگېده، سږ كال د روژې پر اتلسمه ما ځني وغوښته كه دا اثر تاسي موږ ته راولېږئ، موږ به يې د علامه بابا (رح) د دوهم تلين په اړه له نورو كتابو سره چاپ ته ولېږو. دوى راسره ومنل. د سر محقق مرستيال ښاغلي عبدالهادى هاند د ډېرو ځغستاوو وروسته د دې اثر متن د  ټراس  پر كاغذه په ( ۱۷۴) يو سلو څلور اويا مخوكي، د ښاغلي ناصر سريزه، فهرست، د كتابونو، سړيو او ځايونو د نومونو، د ماخذو فهرست په (۵۰) پنځوسو مخو كي د ده په قلم د ۱۳۸۵ كال د تلي پر ۲۵ (پنجشنبې) كندهار ته راورسيدى.د علامه بابا (رح) د ژوندانه اُصول د ادب مينه والو ته څرگند دي،دوى به تل پر دې ټېنگار كاوه چي د دوى ليكني كه څوك چاپوي، كټ مټ دي په هغه ليكدود وي، چي دوى ليكلى دى. په ليكنه كي به يې لاسوهنه او تصرف نه وي. د دغو اُصولو په پام كي لرلو سره موږ دې ته اړ سوو چي د كتاب متن دوهم ځل كمپيوټر كړو، او اوس د اصل سره تر مقابلې وروسته چاپ ته تيار سو.نور څلور اثره هم د اصل سره كتل سوي، ځيني برخي يې چي بيخي نه لوستل كېږي هغو ته ( ...) يا (؟) ايښوول سوي دي، په خطي  نسخو كي كله_كله داسي ځايونه هم سته چي علامه بابا (رح) د اثر نوم، مخونه او د موضوع سرليك ليكلى دى خو د متن برخه يې سپينه پاته ده، دا برخي تر ممكنه حده پوري له ذكر سويو آثارو او ماخذو څخه را اخيستل سوي دي. دغه راز د دغو آثارو فهرست،  د سړيو نومونه، د ځايونو نومونه، د ماخذونو فهرست جوړول او د كتاب لنډه پېژندنه په انگريزي ژبه ترتيبول د علامه رشاد اكاډيمۍ د كاري ډلي له خوا تر سره سوي دي.دا آثار زياتره د غټو او كوچنيو سرليكو او د هر مخ په لاندنۍ برخه كي د لمنليكونو په ترتيب سره اوډل سوي، لږ اثار يې داسي دي، چي لمنليكونه يې د كتاب په پاى كي راوړل سوي وي. د قلمي نسخو صحافت او خطاطي به علامه بابا(رح) په خپله كول، په صحافي كي يې خاصه سليقه درلوده، د هغه له پاره به يې پنډ كاغذونه، درنه ښويه ډبره، ټوكران او سريښ او د خطاطۍ له پاره يې كوچنۍ مشواڼۍ، تور رنگ، نهيان، نوك ائينان او داسي نور بېل ايښي وه، د هري قلمي نسخې د ټوك پر مخ باندي به يې په خپل ښكلي خط د اثر نوم، مؤلف، د تاليف كال ليكى.د زياترو قلمي نسخو وقايې صحافي سوي، پنډ او كلك كاغذ لري، تر وقايې وروسته پر نازك ژړ يا سپين كاغذ باندي بيا هم د اثر نوم، مؤلف او د تاليف كال كښل سوى دى. په ډېرو آثارو كي چي كومي نقشې، شجرې او رسمونه راغلي دي، خپله د علامه بابا (رح) په ښكلو گوتو كښل سوي دي. د علامه بابا (رح) آثار چي و گورو، تر هر څه وړاندي د دوى په اُصولو كي د منابعو تشخيص، د ماخذو څېړنه او كره كتنه، د هغو د دقت او سر سريتوب شننه يې، لويه بېلونه ( مميزه) ده، د غه راز په ماخذو كي له هغو كمزورو ټكو او برخو د رانقلولو او اقتباس څخه ډ ډه كول، چي پر سموالي يې شك وي، او هغه تېروتلي موضوعات چي يې په سترگه سوي دي، ځاى پر ځاى يې په لمنليكونو كي تصحيح كړي دي. لكه دا لاندي دوې بېلگي :د  غازي نواب احمد خان بنگښ او د هغه كورنۍ  د اثر په ( ۴ او ۵۶) مخو كي راغلي چي په پښتو قاموس او ظفراللغات كي د  كومبار  كلمه په ناسم ډول (كومباړ ) استعمال سوې ده. يا په  تېمور شاه درانۍ _ دوهم ټوك  كي ښاغلي عزيز الدين خان پوپلزي، نواب احمدخان بنگښ د احمد شاه بابا او تيمورشاه د واكمنۍ پر مهال د فرخ آباد والى بللى دى، چي دا يوه تېروتنه ده ځكه نواب احمد خان بنگښ د احمدشاه بابا تر پاچا كېدو ( ۱۱۶۰ هــ ق ) څلور پنځه كاله دمخه مړ و.هغه شپږ اثره چي د علامه بابا (رح) د دوهمي تلينې په اړه د چاپ له پاره تيار سوي دي، دلته يې په لنډ ډول يادوو: لومړى اثر: غازي نواب احمد خان بنگښ او د هغه كورنۍد ا اثر د پښتنو د تاريخ د ځلانده احمد شاهي پېر (عصر ) د نومياليو پر هغي وركي او زموږ له نظره پټي پاڼي باندي ړنا اچوي، چي په هندوستان كي د لودي، سوري، كرلاڼيو او بنگښو پښتنو د واكمنيو يوه د برم او وياړه ډكه پېڅكه ده. دا اثر د پښتنو لويه پېرزوينه او د خپل ټاټوبي او قوم سره ژوره مينه ښيي، لوستل يې ټولو څېړونكو، د تاريخ مينه والو او لوستونكو ته د ډېر گټورتوب تر څنگ، ځينو ناسيالو ته، چي د څه بودولو (ترلاسه كولو) له پاره خپل ورور د پردو چړو ته پرې باسي، د عبرت او پند درس هم كېداى سي.په دې اثر كي د ا هم ښوول كېږي، چي د ډهلي په دربار كي د مغولو پاچاهانو عيش و نوش او د اېراني او توراني ډلو خپل منځي شخړو او لانجو دا دربار دوني كمزوره كئ، چي د مرهټيانو، جاټانو، بنديلي سيكانو او انگريزانو د لاسوهنو او بريد نېز (سېل) ته يې بند نه سواى تړلاى. او داهم ښيي چي له ډهلي څخه د ختيځ لور ته سل، يونيم سل ميله ليري په فرخ آباد او روهيلكهنډ كي د نومياليو او تورياليو پښتنو نوابانو په مېړانه او تدبير د برم او عظمت داسي ستري نوابۍ جوړي سوې چي له ډهلي څخه به پوهان، مشاهير، حكما او شاعران هغو سيمو ته ور تښتېدل، ځكه خپل پت او عزت يې هلته خوندي ليدى.د ا اثر په درو قلمي نسخو كي كښل سوى دى، چي لومړۍ نسخه يې تر ټولو بشپړه ده او په ۱۳۴۹ لمريزكال ليكل سوې ده، پر زياترو مخونو باندي يې ډېر ياداښتونه زيات سوي دي. دوهمه قلمي نسخه له لومړۍ نسخې څخه كاپي سوې نسخه ايسي، بشپړه نه ده، خو تر لومړۍ نسخې يې د اوډلو ترتيب او ياداښتونو ليكل واضح دي. درېيمه قلمي نسخه د موضوع په اړه د مقالو كوچنۍ ټولگه غوندي ايسي.د دې اثر دا اوسنۍ چاپي بڼه له دې درو سرو قلمي نسخو څخه ترتيب سوې ده.لومړۍ قلمي نسخه: دا نسخه (۱۵۰) يوسلو پنځوس مخه ده، لومړي دوه مخه يې د كتاب نوم، يومخ يې فهرست، دوه مخه يې ماخذونه، ۱۳۶ مخه يې متن، دوه مخه يې دوې نقشې او اووه مخه يې پنځه شجرې دي.قطع يې (۱۷x ۲۳ ) سانتۍ ده، كاغذ يې ژړبخون دى، خط يې تر ډېره حده پوري په تور او شنه نوك اهني كښل سوى، كله_ كله ياداښتونه په سره رنگ هم ليدل كېږي، د كتاب نقشې د علامه بابا (رح) په خپل لاس كښل سوي دي، په وروستنۍ برخه كي يې څو مخه د سړيو او ځايونو د نومونو له پاره سپين پرې ايښي دي.دوهمه قلمي نسخه: د ا نسخه ټول ۹۵ مخه ده، يو مخ يې د كتاب نوم، يو مخ يې فهرست، اووه مخه يې د پښتو، پاړسي، اردو، عربي، انگريزي او روسي ژبو د ماخذونو له پاره دي، يو مخ يې لومړۍ خبري، يو مخ يې نقشه، يو مخ يې شجره او ۸۳ مخه يې متن دى.قطع يې (۱۷x۲۳) سانتۍ ده، كاغذ يې سپين بخون دى، خط يې تر لومړۍ قلمي نسخې څه واضح دى، د متن ډېره برخه يې په شنه نوك اهني ليكل سوې، د بنگښو د سيمي د موقعيت نقشه تر لومړۍ نسخې ډېره واضح او څه زياتوب پر ليدل كېږي، د كتاب په پاى كي دوې پاڼي پر نښلول سوي، چي د لومړۍ نسخې څخه څيري سوي پاڼي ايسي.درېيمه قلمي نسخه: د دې نسخې پاڼي لږ دي، قطع يې ( ۲۱ x۲۹) سانتۍ ده.نوموړى اثر پر اوو برخو وېشل سوى دى: 1. د گنگا پر غاړه د پښتنو ټاټوبي 2. د بنگښو قبيله 3. نواب محمد خان بنگښ4. نواب قايم خان 5. نواب احمد خان بنگښ6. د پاني پت په غزا كي د نواب احمد خان برخه7. په ۱۸۵۷ ع كال د هندوستان دآزادۍ په جنگو كي د دې كورنۍ برخه.د دې كتاب د چاپ لگښت د سويډن د مالمو د ښار د كلتوري ټولني ادب پالو او هېواد دوستو غړو پر غاړه اخيستى دى، چي له دې لويي پېرزويني څخه يې ډېره_ ډېره مننه كوم. دوهم اثر: د کندهار تاريخي يادښتونه دا اثر دوه ټوکه دى، د لومړي ټوک د قلمي نسخې قطع ( ١٦x٢١) سانتۍ ده، ځاى_ځاى د کتاب په منځ کي داسي پاڼي هم لېدل کېږي چي قطع يې ( ١٤x ٢٠) سانتۍ ده. د دې نسخې ځيني لومړي ياداښتونه د دې لمريزي صدۍ د دريمۍ او څلورمي لسيزي راهيسي  كښل سوي دي. د ټوک پر لومړي مخ د کتاب نوم "" د کندهار د تاريخ په باب "" کښل سوى دى، خو د علامه بابا (رح) په ځينو نورو ياداښتونو کي دا نوم د کندهار تاريخي ياداښتونه، د کندهار ياداښتونه هم راغلى دى.د دې لومړي ټوک متن ٦٢٦ مخه دى، فهرست يې ١٧ مخه، غټ عنوانه ١ مخ، ماخذونه _ ٩ مخه (سپين دي).د دې ټوک غټ سرليکونه دادي: کندهار، ميوند، بُست، هلمند، رُخخُ، زينداور ، پښين، روزگان، کلات يا زابل، کندهار تر اسلام دمخه او سيستان.د دوهم ټوک د قلمي نسخې قطع هم ( ١٦x٢١) سانتۍ ده، د دې نسخې د ټوک پر دوهم مخ د علامه بابا (رح) يوه څلوريځه او دوه بېل_بېل بيتونه د دوى په خورا ښکلي خط کښل سوي دي، خو اوس يې رنگ څه پيکه غوندي دى. څلوريځه :  د محبت له تخمه،د غم نهال دئ شين ____ په کرونده کښي د ژوند، رنج و ملال دئ شيند هر وصال خاتمه، پر بېلتانه سوې ده ____په هر کمال کښي د دهر، پاى ته زوال دئ شين لومړى بيت :  روغ به نسي هيڅ ملت د ضعف له رنځه  ____  تر څو ورک نه کړي نفاق له خپله منځه  د وهم بيت :   گورئ سر چي د بري په وياړ جگ نه سو  ____  نجتى ښه ايسي په سانگه يا په دار د دې نسخې متن ٧٣٣ مخه دى. فهرست يې ٢٠ مخه او غټ عنوانونه ١ مخ دي، د ماخذو له پاره ځاى نه لري.غټ سرليکونه يې دادي : مغول، کندهار د گورگانيانو او صفويانو په منځ کي، هوتکيان، سدوزيان، محمد زيان. دريم اثر: په گلشن روه كي د بابو جان منتخبات نثر نه دىد ا اثر د علامه بابا (رح) د پوهاندۍ د علمي رتبې له پاره يوه تحليلي څېړنه ده، د دې څېړني لويه ښېگڼه او ابتكار ي برخه دا ده چي د پښتو ژبي او ادب او د پښتنو د كلتور او تاريخ په باب د لوېديځو ختيځ پېژندونكو پوهانو نظر په پټوسترگو د منلو دود مات سوى دى او د لومړي ځل له پاره د لوېديځ ختيځ پېژندونكي جارج راورټي پر څېړنه باندي كره كتنه سوې او د هغه نظر يې ترديد كړى دى. بل دروند اړخ يې دا دى چي د پښتو زاړه او لرغوني نظمونه د عربي ژبي د عروضو په تله د تللو پر ځاى د پښتو نظمونو د سكښت پر هجايي اُصولو باندي څېړلي دي.د دې اثر متن په ۱۳۵۳ لمريز كال ټيپ سوى، خو وروسته ډېر ياداښتونه پر زيات سوي دي، قطع يې (۲۱x۲۹) سانتۍ ده، متن يې ۲۳۴ مخه دى، فهرست ۳ مخه، پښتو، پاړسي، اردو، هندي، سانسكريت، انگريزي او روسي ماخذونه ۵ مخه، د ځايو نومونه ۱ مخ ( سپين دى) د لغتونو تشريح ۱۰ مخه او د بابوجان د ديوان د قلمي نسخې پنځه عكسه ۵ مخه.د دې علمي اثر په سر كي د لوى استاد علامه پوهاند حبيبي، پوهاند ميرحسن شاه، پوهاند الهام، استاد بېنوا تقريظونه او د ترفيعاتو د كمېټې نظر په ۱۱ مخو كي راغلي دي. د اثر نوم په ډېر ښكلي خط د علامه بابا (رح) په لاس خطاطي سوى دى.د اثر غټ سر ليكونه دا دي: هانرى جارج راورټي او د هغه مؤلفات، گلشن روه، د بابوجان اصل و نسب، ژوند او ادبي اثار، د بابوجان د نظم قافيوي اړخ، د بابوجان نظم ولي نثر بلل سوى دى؟ ، سببونه، نتيجه.ا ثر په دې بيت پاى ته رسېږي: د تندي تودې خولې دي، د لاسو روڼې تڼاكيچي څيري د غرونو كومي او راكاږي ترې كانونه څلورم اثر: ابوبكر صديق (رض) د دې اثر قلمي نسخه په ۱۳۳۰ لمريز كال كښل سوې ده، كاغذ يې خړبخون دى، قطع يې (۱۷x۲۱ ) سانتۍ ده، د اثر اهداء داسي سوې ده : دا اثر د پښتني ټولني هغي نوي ځواني طبقې ته تقديموم، كوم چي خپل مفاخر ورځني ورك دي او د نورو په مفاخرو پسي دوري هيسته ناكامي منډي وهي.د اهداء نېټه د ۱۳۳۰ لمريز كال د سلواغې ۲۲ مه ده.د  اثر سرليكونه په لاندي ډول دي:پېژندنه، شجره، تعليمات، د اسلام راوړل، تر خلافت دمخه پيښي، لومړى او دوهم هجرت، غزاوي، د رسول اكرم (ص) رحلت، د ابوبكر خلافت، صديقي كارنامې، جنگونه او سوبي، د حكومت ډول، مړينه، فضائل، ابوبكر د ديني مشرانو په نظر كي، علمي كمالات او خدمتونه، ځيني فيصلې او ويناوي او كورنۍ.متن يې ۲۲۵ مخه، ماخذونه ۱ مخ دي. پنځم اثر: حافظ الملك حافظ رحمت خان بړېڅى او د هغه كورنۍد دې اثر قلمي نسخه په لويه قطع ( ۲۹x۲۱) سانتۍ كي د مقالو په بڼه كښل سوې ده، په اړه يې پورته هم يادونه وسوه، متن يې ۱۳۸ مخه دى، د علومو په اكاډيمۍ كي د اثر د مهتمم د سر محقق مرستيال ښاغلي ناصر سريزه ۵ مخه، د نومونو فهرست ۴۰ مخه، فهرست ۱ مخ،لومړۍ خبري ۱ مخ، د كتاب پېژندنه ۱ مخ، ماخذونه ۳ مخه دي.د اثر غټ سرليكونه: روه، روهيلي، روهيلكهنډ، بړېڅي او له ښوراوكه څخه پېښور ته د بړېڅو لېږد، داود خان بړيڅى، علي محمد خان روهيله، د نواب حافظ رحمت خان بړېڅي ژوند، فرهنگي خدمتونه او مېړانه، نواب دوندي خان بړېڅى، نواب محبت خان بړېڅى، د حافظ رحمت خان د كورنۍ نور شاعران او ليكوالان، د ۱۸۵۷ ع كال په غزا كي د حافظ صاحب د كورنۍ نوميالي شهيدان، د حرمت خان هوډه، د كهيرا گړهـ كونډه. شپږم اثر: ملي اتل غازي وزير محمد اكبر خان د دې اثر قلمي نسخه دوې وقايې لري، پر لومړۍ وقايې باندي د كتاب نوم  ملي اتل غازي وزير محمد اكبر خان ۱۲۳۲ _ ۱۲۶۳ ( غم اكبر) هـ  . ق  كښل سوى، شاته يې د عيسى هوتك دغه بيت راغلى: كه اكبر جهاد كوي د زړه له صدقه___ ته له نفسه سره جنگ كوه بې ننگه پر دوهمي وقايې باندي د كتاب نوم  ملي اتل غازي وزير محمد اكبر خان شهيد رحمته الله عليه  كښل سوى او تر نوم لاندي دغه بيت راغلى: كه جهان مري اكبر دي نه مري ___ يو خوښه ځوان دى بل يې كړي جهادونه د دې مخ لوړ _ كيڼ كونج ته دغه بيت هم ليكل سوى: به هما از سر سران فرنگ __ قرن در قرن استخوان بخشي د دې مخ شاته يوه لنډۍ ليكل سوې: د اكبر خان غازي په توره ___  وطن آزاد سو د ښمنان په ماتي ځينه تر دغو وقايو وروسته د وزير محمد اكبر خان يو ښكلى انځور راغلى، چي زما په ډېر قوي اټكل خپله علامه بابا (رح) كښلى دى. د دې انځور ښى خواته پورتنۍ لنډۍ په لږ بدلون د جرمني ژبي د ژباړي سره ليكل سوې ده.قطع يې ( ۱۵ x۲۰ ) سانتۍ ده، متن يې ۸۳ مخه، فهرست يې ۳ مخه او ماخذونه يې هم ۳ مخه دي.غټ سرليكونه يې په لاندي ډول دي: د ملي اتل كورنۍ، غزاوي، د بخارا ژوند، ولي عهدي، د وژلو توطيه، ستايني او ويرني. البته، علامه رشاد اكاډيمي د داسي درانه او علمي كار له پاره هيڅ ډول علمي تجربه او پوهه نه درلوده، هرومرو به دغه لومړنى كار څه تېروتني او نيمگړتياوي ولري، خو هيله لرو، خپلي درنې علمي مشورې او پېرزويني پر موږ ولوروى، څو په راتلونكو كارونو كي ستاسي لارښوونه زموږ د لاري بله ډيوه سي. علامه رشاد اكاډيمي محقق (څېړونكى) شېرشاه رشاد   ",د علامه رشاد بابا (رح) ځيني آثار چاپ ته چمتو دي 6219,," ", 6220,," ", 6221,," نن په کابل کې د عامې روغتیا وزارت له اړخه د ایډز د نړیوالې ورځې یادونه د یوې غونډې په ترڅ کې وشوه، په سر کې د روغتیا وزارت مرستیال فیض الله کاکړ وویل چې تردې دمه ۶۱ مثبتې پېښي د روغتيا وزارت د ایډز په اړه ثبتې کړي او د دوو زرو پیښو په اړه اټکل کوي. ورپسې د ملګرو ملتونو د روغتیا ټولنې یا WHO استازي ریاض موسی خبرې وکړې هغه وویل چې د ایډز د ناروغۍ د مخنیوي په اړه باید ډېر څه وشي د ده اداره به هځه وکړي ترڅو دغه ناروغي له لا ډیرې خپریدا څخه را وګرځوي. ایډز خطرناکه ناروغي ده او له څلورو لارو خپرېدای شي، جنسي اړیکې، د ناروغ د وینو ورکړه روغ ته، د نایي ناپاکه توکي لکه د سر د خریلو پاکي او له ناروغې مور څخه بچي ته شيدې ورکول. ",په افغانستان کې ۶۱ وګړي په ایډز اخته دي 6222,," د روسيې د اطلاعاتو د پخواني مامور الکساندر ليتوننکو په اړه د څېړنو په لړ کې چې تېره اونۍ د پلونيوم په نامه د راډيو اکټو٢١٠ د وړانګو له امله په لندن کې مړ شو، اوس مالومه شوه چې د هغه د ښځې او د پوهنتون د يوه ايټاليايي استاد په ځان کې چې له ليتوننکو سره يې اړيکې درلودې هم دغه ماده وجود لري. د روغتونونو سرچينې وايي اسکاراملا او ليتوننکو مېرمن مارينا يو څه اندازه دغه ماده موندلې ده چې د هغه د مرګ لامل شوى و.    ",د روسيې د پخواني جاسوس ليتوننکو په اړه څېړنې 6223,," د چاډ اورپکي د ګويريډا ښار په ختيځه برخه کې چې د سوډان له دارفور سره پوله لري د دغه هېواد له پوځونو سره ونښتې. د رپوټونو له مخې دغي نښتي شاوخوا درې ساعته دوام وکړ. د ملګرو ملتونو د سازمان دفترونه هم د ګويريډا په ښار کې تر بريد لاندې نيول شوي دي. د بښنې نړيوال سازمان ويلي په دغو بريدونو کې د لاس لرلو په تور د سوډان د جانجاويد د ډلې په اړه هغوى شواهد په لاس کې لري. همدارنګه د بشر د حقونو سازمان هم د سوډان دولت د چاډ د اورپکو په ملاتړ تورن کړى دى. په چاډ کې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو نمايندګۍ تېره ورځ  څه د پاسه ١٠٠ ټنه د اړتيا وړ توکي د دغه هېواد له وګړو سره مرسته وکړه. د ملګروملتونو له قوله د تې� �و نا اراميو په لړ کې شاوخوا ٩٠ زره خلک بې ځايه شوي دي.",په چاډ کې د اورپکو او دولت ترمنځ نښته شوې ده 6224,ولي شاطبیب," ولي شا طبيب / کندهار دايدز نړيواله ورځ نن  دکندهارعامي روغتيا درياست لخوا ونماځل سوه په نوموړو مراسمو کي د روغتيايي کارکوونکو نه علاوه نورو دولتي کارکوونکو ،ملګرو ملتو کارکوونکو ،دټولنيزو موسسو ښځينه او نارينه کارکوونکو اودکندهار ښار اوسيدونکوبرخه اخيستي وه . مراسم دقران عظيم الشان دڅومبارکواياتونو په تلاوت سره پيل سوه ، وروسته دعامي � �وغتيا ريس داکترعبدالقيوم پخلا دروغتيا دوزير پيغام او په افغانستان کي دايدز په هکله معلومات حاضرینو ته واورول ،  داکترشاه ولي ديونسيف دصحي چارو مسول دملګروملتو دسرمنشي کوفي حنان پيغام واوروي ، ډاکترعبدا� �جبارد کندهار دګلوبل فنډ ددفترمشر اودکندهاردطبي ډاکترانودټولني  ريس دHIV/AIDS  په هکله خبري وکړي، � �اکترشمس الحق دWHO  پيغام ووايه  ،ډاکتر پاينده محمد ارغندابي دطب دپوهنځي استاد دAIDS دناروغي پراعراضو او علايمو وږغيدي ،داکتر عبدالواحد وثيق دطب دپوهنځي استاد دايدز دسرايت او انتقال لاري تشريح کړي  په اخير کي داکترفدامحمد سحر دايډز څخه دمخنيوي لاري چاري حاضرينو ته واورولي اومراسم ددعايي په ويلو پای ته و� �سيدل . ",داېدز نړيواله ورځ په کندهارکي ونماځل سوه 6225,,"                                                                                                              د هند د بهار ايالت په بهاګلپور کي د يوه پُل د رالوېدو له امله ٣٥ تنه مړه سول. دغه پېښه هغه وخت رامنځته سوه چي تر پله لاندي يوه ريل ګاډۍ د تېرېدو په حال کي وه. د عيني شاهدانو په وينا د ګاډۍ يوه ډبه په بشپړ ډول زيانمنه سوې ده. د هندي رسنيو د راپورونو له مخي تر اوسه له ډبې څخه د ٣٢ تنو مړي را ايستل سوي او ١٥ تنه زخميان نيژدې روغتون ته وړل سوي دي. چارواکي وايي نړېدلى پُل ١٤٠ کاله پخوا په هند کي د انګرېزانو د حکومت پر وخت جوړ سوى وو. ",په هند کي د يوه پُل د نړېدو له امله ٣٥ تنه مړه سول 6226,," عبدالله احسان د اسوسيټيډ پريس د خبر له مخي پرون د ډسمبر لومړۍ نېټه په کابل دي د سپي جنګولوسيالۍ ترسره سوې . اسوسيېټيد پريس وايي چي د سپو جنګولو سيالۍ د کابل دځينو اوسېدونکو له پاره د ساتيري ښې لوبي دي . د طالب واکمنۍ پر مهال پر داډول سياليوبنديزلګول سوی و خو د طالب واکمنۍ څخه وروسته په کابل کي د سپو جنګ دزيات شمېر کسانو پام ځان ته راړو� �ی دی .   ",په کابل کي د سپيوجنګولو سيالۍ ترسره سوې 6227,," په افغانستان کي د ناټو ځواکونه وايي په غزني ولايت کي يې د يوې تېروتني له مخي يو افغان پوليس وژلى او بل زخمي کړى دى. د ناټو ځواکونو وياند وويل پوليس هغه وخت د ځواکونو تر ډزو لاندي راغى چي يونيفورم يې نه وو اغوستئ او د ناټو پر کاروان يې ډزي وکړې. نوموړى وايي د پېښي په اړه څېړني رواني دي. خو د رازمحمد وردګ په نامه د پوليسو يو سيمه ايز چارواکى چي په دغه ډزو کي ټپي سوى دى وايي چي د دوى له ځواکونو ځني يوه هم د امريکايي سرتېرو پر کاروان ډزي نه دي کړي. ",ناټو په غزني کي ١ افغان پوليس مړ او بل ټپي کړ 6228,," د پاکستان د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزى وويل په افغانستان کي امنيت هغه  وخت ټينګېداى سي چي په دغه هيواد کي باندنۍ لاسوهني بندي سي. نوموړي د کويټي په ښار کي يوې جوړي سوي غونډي ته د وينا پر مهال وويل چي پاکستان دي په افغانستان کي لاسوهنه بنده کړي، که نه بيا به يې حالات له قابو کېدو څخه ووزي. هغه په خپلو خبرو کي له ملامحمدعمر او نورو مشرانو څخه وغوښتل چي په افغانستان کي د بل په اشاره باندنۍ لاسوهني ودروي او ملت دي هغه څوک وټاکي چي واکمني يې غواړي. محمود خان وويل په پاکستان کي ټول پښتانه بې نام و نښانه ژوند کوي، په کار ده چي ټول سره يو سي او خپل ږغ پورته کړي، هغه که د پښتونستان په نامه وي که د افغانيه . ",محمود خان: پاکستان دي په افغانستان کي لاس نه وهي 6229,داکتر عيسى ستانکزى - تهران," داکتر عيسى ستانکزى - تهران ايډزيوازې په 2005 ميلادي کال کې پنځه مليونه اوپنځه لکه کسان ووژل چې داشمېره په ټولوجګړوکې دوژول شووکسانوله شمېرې سره دپرتلې وړنه ده .  دملګروملتونو سرمنشي کوفي عنان پرون له ايډزسره دمبارزې دنړيوالې ورځې په مناسبت په يوپيغام کې ډاګيزه کړه ايډزاوس د١٥ نه تر59 کلونوپورې دعمرلرونکو نارينه اوښځينه ته دمړينې لمړنى عامل دى اوعملاُيې نړۍ بدله کړېده . عنان زياته کړه په تيرولسوکلونوکې دملګرو ملتو کابو 3مليارده ډالر دايډز ، ملا� �يا اوسل ناروغيو سره د مبارزې  په پروګرامونولګولې دي ، خوتردوه زره لسم ميلادي کاله پورې به له ايډزسره دمبارزې کلنۍ بوديجه شل ميليارده ډالره شي . په تېرو پنځه ويشتو کلونوکې پنځه ويشت مليونه کسان په ايډز ناروغۍ داخته کېدو له امله خپل ژوندونه له لاسه ورکړي دي . او څلوېښت مليونه کسان نورهم ددې وژونکې ناروغۍ لېږدوونکي دي .  ايډز د اوسنۍ پيړۍ تر ټولو وژونکې ناروغئ ده هغه ناروغي چې له پيژندنۍ يې ٢٥ کاله تيريږي خو څه د پاسه � �٤  ميليونه انسانان يې د مرګ کندې ته اچولي دي د غه شميره په نولسمه پيړۍ کې د طاعون د نارغۍ او ډيرو جنګونو او سيلابونو له قربانيانو ډيره ده . د ملګر ملتو له ايدز سره د مبارزې ادارې د دسامبر دمياشتې لوم ړۍ نيټه له دغې وژونکې ناروغۍ سره د مبارزې ورځ اعلان کړې ده چې د ايډز نړيواله ورځ بلل کيږي له ايډز سره د مبارزې ورځ له دې امله مهمه ده چې نړيوالو ته ورپه زړه کوي چې ايچ آي وي ويروس اوس هم شته دى  او له منځه نه دى تللى او ضروري ده چې د ختمولو لپاره يې اساسي اقدامات وشي په داسې حال کې چې په دې وروستيو لسيزو کې علمي پرمختګ د ساري ناروغيو ستونزه تر يوه حده کمه کړې ده او ډاکټرانو خپل ټول وس د زړه سرطان او رګونو په شان نورو ناروغيو ته اړولائ وو ناڅاپه په ١٩٨١ کال کې په نړۍ کې يو ډول ناروغي پراخه سوه دغه ناروغي په چټکتيا سره په درستې نړۍ کې پراخه شوه چې ايډز ونومول شوه په ايډز کې د انسان د بدن دفاعي سيسټم کمزورى کيږي او ورو ورو له منځه ځي . ايډز وژونکې ناروغي ده چې په درستې نړۍ کې په بيلا بيلو توکمونو کې کمه يا زياته ليدل کيږي په حقي� �ت کې يوه نړيواله ستونزه ده چې په خاص هيواد او توکم پورې يې نه شو محدودولاي. د ايډز د خپريدا اصلي لا� �ې جنسي مقاربت ، د ککړې وېنې انتقال يا د پيچکارۍ په وسيله  په تيره بيا په معتادانو او روږدو کسانو کې چې � �ه يوې ستنې استفاده کوي او له ککړې موره ماشوم ته ځي . له بده مرغه په دې ناروغۍ اخته کسان ډير له ٢٥ تر ٤٠ کلونو پورې عمرونه لري   آو  ٧٥ يآ ٩٠ فيصده  ککړ کسآن ځوانان دي چې دغې چارې د ټولنو اقتصاد ته سخت تاوان رسولاي دى ځکه چې د غه عمر د هلو ځلو فعاليت او هيوادونوته د خدمت کلونه دى  دغې چارې په درسته نړۍ کې د هيوادونو اقتصاد ته سخت تاوان رسولاي د ى که څه هم شميرنې په ډيرو هيوادونو کې د ايډز ناروغۍ د کميدا ښودنه کوي خو په ټول کې د کارايب  له هيوادونو پرته په درستې نړۍ کې په دغه ويروس  د اخته کسانو شمير مخ په زياتيدو دى  په ٢٠٠٥ کال کې درغتيا نړيوالې ادارې او له ايډز سره د مبارزې نړيوالې ادارې په يوه ګډ راپور کې ويل شوي دي په مخکينيو کسانو پنځه ميليونه نور کسان هم ورزيات شوي دي  او په نړيواله سويه په ايدز دا خته کسانو  شمير ٤٠ ميليونو ته رسيدلاي دى په داسې حال کې چې دغه اندازه په ٢٠٠٢ کال کې ٣٧ ميليونه ؤه ديادولو ده چې په ٢٠٠٥ کال کې درې ميليونه کسان په دغه ويروس د اخته کيدا له امله مړه سوي دي چې نيم ميليون پکې ماشومان دي   ددغه راپور په اساس په ختيځه اروپا مرکزي آسيا او ختيځۀ آسيا کې تر نورو ځايونو زيات کسان په ايډز اخته شوي دي  په ايډز  اخته ٩٠ فيصد ه کسان په دريمې نړۍ او وروسته پاتې هيوادنو کې دي لا هم افريقا تربل هر ځايه زيات دغه ناروغان لري . د علان شويو شميرنو په اساس  ايډز اوس هم د بشر د مړينې څلورم علت دى چې تر ٢٠١٠ کاله پور ې به لومړ ى مقام د ځان کړي  که په ايډز د اخته کسانو شم ير همدغسې په مخ روان وي اټکل کيږي چې تر٢٠٢٠ کله پور ې  به د ايډز له امله تاوان  دهغهو هيوادونو د ملي نا خالص توليد د ٢٠ فيصدو په اندازه وي چې هلته  په ايډز ککړ تيا ترټولو بد حالت لري په هر حال په نړۍ کې د ايډز د پراختيا ګړندى بهير يو واقيعت دى  چې ترې انکارنه سي  کيداي او په سطحي نظر ورته نه شو کتلاي که څه هم ت� �اوسه پورې ددغې ناروغۍ د معالجې لپاره  ډيرې هلې ځلې شوي دي خولا هم نړيواله ټولنه مطلوبې نتيجې ته نه ده � �سيدلې نو د  ايډز د مخنيوي لپاره  هماغه راز  کارونه کيږي  چې د دغې  وژونکې ناروغۍ دمخنيوي دلا� �وچارو دښودلولپاره دخلکوپوهول حياتي مسله ده ايډز په ټولنه کې دخلکوپوهاوي اواطلاع رسونې ته اړتيالري ، اوپه لويه پېمانه پلانونې اودمخنيوي مشخصو ستراتيژيو ته ضرورت دى . داديوځوان اوځلمکي مسلم حق دى چې دايډزپه � �ان دلاعلاجه ناروغيو له خطرو خوندي پاتې شي . اوددغه کارلپاره بايد ددوى پوهه اوشعور لوړشي  . بل مهم ټکى دادى چې بايدپه ايچ آى وي له ککړو کسانواقتصادي  ، ټولنيز اورواني ملاتړوشي  ، دغه ناروغان خاص وضعيت ل� �ي نوبايد اړوندې ادارې له هغوى ملاتړوکړي ټولنه بايد پوهه شي چې په ايډزاخته ناروغان هم دنوروکسانوپه شان دژوند حق لري دغه کسان بايدله ټولنې ونه شړل شي اوداسې ونه انګيرل شي چې دغه ناروغان داخلاقي فسادله امله په ايډز اخته شويدي ځکه چې پرجنسي لاروسربېره نورې لارې هم شته چې ويروس روغ کس ته انتقاليږي . دملګروملتودغړو هيوادونويوه ژمنه داده چې تر 2015 کاله پورې داېډزدپراختيامخه ونيسي نو بايددرست هېوادونه دخپلوژمنوپه پوره کولوکې اغيزمن ګامونه پورته کړي پدې هيله چې دغه وژونکې ناروغي يوه ورځ ختمه شي .    ",ايډز د نړيوالې ورځۍ په مناسبت ( عيسی ستانکزی ) 6230,عبدالله الهام," ژباړن اوراټولونکى : عبدالله الهام داروپايي اتحاديې دمشرانواوروسيې ترمنځ داتومي تکنالوژۍ په برخه کې دنوي ګ� �ون اوملګرتيا دپرېکړه ليک دچوکاټ دتدوين په اړه درسمي خبرواترولمړى پړاوله کومې پايلې پرته پاي ته ورسېده . دروسيې دولسمشر ويلاديمير پوتين اواروپايي اتحادېې دچارواکوخبرې اترې  په هلسنګي کې دلهستان دويتوترګواښ � �اندې راغلې  . لهستان ويلي وو چې داروپايي اتحاديې دمشرانواوروسيې ترمنځ خبرې اترې روسيې ته له لهستان څخه دخوراکي توکوبنديز ويتو کوي . خو دلهستان مخالفت دهلسنګي دغونډې دبې نتيجې والي يواځينۍ لامل نه وو . داروپايي اتحاديې او روسيې ترمنځ دانرژۍ دامنيت په سر لدې زيات مخالفتونه شته چې دانرژۍ دامنيت موضوع يې داروپايي هيوادونولپاره په لويه اندېښنه بدله کړې . اروپايي اتحاديه دنړۍ دانرژۍ په اووه لس فيصده لګښت سره دانرژۍ دلګښت ترټولو لوى بازار شمېر ل کيږ ي .دمسکواوکيف ترمنځ دبيې دنه جوړيداله امله دروان ميلادي کال په لمړيوکې په اوک� �اين دروسيې دګازوڅو ورځني غوڅوالي داروپايانولپاره دخطرټلۍ وغږوله . اوکراين له روسيې څخه اروپاته دګازو اص� �ي ترانزيت دى اوپه اوکراين دروسيې دګاز غوڅيدا اروپايي هيوادونه دګاز دکموالي له فشارسره مخ کړيدي . دروسيې اواوکراين ترمنځ دګازکشلې ، داروپايي ټولنې اوروسيې ترمنځ دانرژۍ په برخه کې ملګرتيا مخکې له مخکې سياسي کړيده . دې کشلې له يوې خواروسيې ته په خپلو بهرنيو سياستونوکې  دانرژۍ له اړم څخه داستفادې دتوان ښودنه کوي  له بلې خوايې دروسيې دتيلو له ذخيروسره داروپايي هيوادنوتړاو برملا کړ . اروپايي هيوادونه  کابو خپل څلوېښت فيصده ګازاوپه څلوروکې يوه برخه تيل له روسيې څخه واردوي . په اروپاکې  دګاز دلګښت لرليدهم � �ه روسيې څخه دوارداتودزياتوالي ښودنه کوي . دتيلودبيې لوړيدا ، دتيلوپه بازارونوکې دڅپڅپانتيااود ژواک چاپېريال سياستونوته په پاملرنه د اروپاپه مصرفي انرژۍ کې د طبيعي ګازونډه مخ په زياتيدوده . دانرژۍ دنړيوال انجمن (آي ، اي ، آ) درپوټ په اساس دګازنړيوال لګښت تردوه زره ديرشم کاله پورې تر اووه نوي فيصده پورې زياتوالى مومي . ددې وړاندليد په اساس له روسيې څخه اروپاته دګازدواردولو اندازه تردوه زره ديرشم کاله پورې له اوسنۍ کچې تر يو اويا فيصده پورې رسيږي . اروپا دګازپه تمينولو کې دروسيې مقام هغه وخت څرګنديږي چې وپوهيږو دنړۍ دګازو يو� �ه دريو برخوڅخه دروسيې په پراخه خاوره کې نغښتي دي . ځکه نو اروپايي اتحاديه دروسيې دګازلپاره ځاي ناستى نلري . په اوس حال کې له روسيې پرته په اروپاکې دننه يابهر داسې هيوادونه شته چې کازوته داروپا ځينې اړتياوې تامينوي . � �نمارک ، هالنډ، نارو ى او انګلستان په اتحاديه کې دننه دګازتوليدونکي هيوادونه دي . انګلسټان له دوه زره پنځه کاله دخپل کورني مصرف له امله دګازپه واردوونکي بدل شويدى . ډنمارک اوهالنډ هم له خپلوزېرموڅخه په زياته کچه ګټه اخلي . يواځې ناروي په توره بحيره کې په درنو پانګونو سره په دوه راتلونکولسيزوکې دتوليد دزياتوالي امکان لري .  داروپاله لوېې وچې بهر هم د الجزايراو ليبيا هيوادونه دي چې ارپا ته دګازو مهم صادروونکي هيوادونه دي . خود افريقا دشمالي هيوادونو ګازو دصادراتو توان  دروسيې دصادراتوله توان سره ندى برابر . اروپايي هيوادونه دخپلې اړتيا وړ ګاز دتامينولو لپاره درنې پانګونې يا ترمطالعې لاندې دي ياهم دشمالي افري� �اله هيوادونوڅخه دانرژى دواردولو په زياتوالي کارروان دى . البته دايران اسلامي جمهوريت هم دنړۍ دګازود 17 فيصده زېرموپه درلودلوسره يوله هغوهيوادونو څخه دى چې داروپادانرژى داړتيازياته برخه دګازپه انرژۍ پوره  کړي . ترکيې ته دايران دګازو غځېدلوپايپ لاينونوته په کتنه اروپايي هيوادونو ته له ايران دګاز واردول زيات ګټور پريوځي . اروپايي اتحاديه له بېلابېلوهيوادونوڅخه دګازووارداتو ته په ډول ډول ستراتيژى کې دوه چورليځي م وخې لري . يوه _ له روسيې سره دپيوستون کېدل اوبل د بيو دکمولو په خاطر دعرضه کوونکوترمنځ درقابت پيدا کول دي .ا� �وپايي اتحاديه لدې لارې غواړي داروپادګازودستر تامينونکي په توګه داروپا په وړاندې دخپلې چنې وهلوقدرت زيات کړي . اروپايي اتحاديه دانرژۍ خپلوشريکانوته دډول ډول والي په ستراتيژي په يووخت کې دانرژۍ دامنيت دتامينولو  لپاره هم نورې لارې چارې هم په اجنډا کې لري . د( انرژۍ نړيوال منشور ) تصويب ته دروسيې ت� �غيب داروپايي اتحاديې انرژۍ دګډ سياست په لمړيتوبونوکې ځاى لري . دانرژۍ دنړيوال منشوردتدوين موخه دحکومتي انحصاراتو ماتول اوپدې برخه کې ديو آزاد رقابت دبازار رامنځ ته کول دي . لدې سره سره چې د اروپايي اتحاديې دځينوغړو ترمنځ دمنشور د عملي کولو لپاره مقاومتونه وجودلري . اروپايي هيوادونه هڅه کوي ترڅوروسيه دانرژۍ دم نشوراجرا اولاسليک ته وهڅوي . اروپايي اتحاديه غواړي چې دروسيې دانرژۍ بازارونوته داروپايي شرکتونود ننوتو � �اره اسانه کړي او دکشف ، امستخراج او دوړلوراوړلوپه پروژوکې په پانګونې سره يومتقابل پيوستون رامنځ ته کړي اودانرژۍ له اړم څخه دکرملين دمناورې دسياسي استفادې امکان ټيټ حدته راورسوي . دنړۍ دانرژۍپه بازارونوکې هيوادونه له يوبل سره تړلي دي . ولې هغه څه چې مهم دي پخپله پيلتياندبلکې په يوه بل پورې دتړاو اندازه ده پدې ډول اروپايي اتحاديه دانرژۍدامنيت  په بحث کې له روسيې سره په متقابل اومتوازن پيوستون پسې ده . اروپايانوته پدې موخه لاسبرۍ آسانه ندى . دروسيې ولمشرولاديميرپوتين په يوويشتمه پېړۍکې دنړۍ په سياسي معادلوکې دانرژۍ په رول پوهيږي اوپه آسانۍ سره دروسيې دتيلواوګازوپه ارزښتمنوسرچينوداروپايي شرکتونو کنټرول اودا� �وپايانوغوښتنومنلوته چمتوندى . يوويشتمه پېړۍ يې د انرژۍ پېړۍ نومولې ده . دتيلو اوګازو زيرمې ددې زيرمولرونکو هيوادونوته دقدرت په يواړم بدل شويدى . په اوسنۍ پېړۍ کې هر هيواد چې دانرژۍ په زيرمو تسلط پيداکړ کولاى شي چې له نورو حکومتونوسره په اړيکوکې دانرژۍ له اړم څخه کارواخلي . دعراق له نيواک څخه دامريکايو چورليځي موخه داده چې ددې هيواد اوفارس خليج دسيموپه لويوسرچينوتسلط پيداکول وو. دروسيې دتيلو اوګازو زيرمې داروپايي اتحاديې په م� �ابل کې دقدرت لويه سرچينه ده . دلويديځ سياست دنفوذ په مقابل کې د شوروي په دړې وړې کېدلو اود ناټود تړون په پ� �اخيدلوسره مسکوناتوانه ښکاره شو . اوس پوتين دتيلواوګازو په پرېمانه عوايدوپه تکيې سره دروسيې دقدرت دبېرته راژوندي کولوپه هڅه کې دى . دنيويارک ټايمز دورځپاڼې سرمقاله ليکونکى توماس فريدمن په يوه مقاله کې پدې ټکي اعتراف وکړ  . ( دګازدپايپ لاينونوله کبله په لوېديځه اروپا دروسيې اغيز داس اس _20 له لرواټن توغندي هم زيات دى . )    که هرڅومره ولاديميرپوتين دانرژۍ له اړم څخه دسياسي ګټې اخيستنې له کبله داروپايانونيوکې ردوي خودروسيې ولسمشر دروسېې له ګازوسره داوکراين په پيوسته کېدلودرنګينو انقلابونو پروژه شنډه  کړه  اوداوکراين دنارنجي انقلاب څخه له  يوکال وروسته روسيي پلوى ويکتوريانکوويچ يوځل بيا دواک ګدۍ ته راوګ� �ځيد. حتي لويواروپايي هيوادونوهم دڅه کم يوکال په اوږدوکې په اوکراين دګاز په څوورځني غوڅوالي دکرملين په واکمن  دروسيې دمرکزخوښونې او درسنيو دفعاليت په محدودولو باندې خپلې نيوکې کمې کړيدي . داروپايي حکوم تونولپاره هغه څه چې د حياتي اهميت لرونکي دي هغه دخلکوکورونو او بټيوته د ګاز له رسېدلوڅخه ډاډمنتياده  . داروپاهستګونې  سيمو50 فيصده او بټۍ 24 فيصده انرژي دګازله لارې تامينږي . له روسيې څخه اروپا ته دګازپه صاد� �اتوکې هرډول ګډوډي  ډېر اروپايي هيوادونه له کشلې سره مخ کولاي شي . اروپايي اتحاديه په � �وسيې له دباووسره سره دانرژۍ دمنشور په لاسليکولو سره تراوسه نده توانېدلې دانرژۍ په يوګډ سياست بريالي شي . داسې چې ځينې اروپايي حکومتونه په اروپايي اتحاديه کې دننه انرژۍ دګډسياست په هکله دچنې وهلوپه حال کې دي په يووخت کې يې له روسيې سره دانرژۍ په اړه ددوه اړخيزې ملګرتيا په برخه کې دتړنونولاسليکولوته مخه کړې ده  .  داروپايي اتحادېې دغړو هيوادونواوروسيې ترمنځ دمهموتوفقناموڅخه يوه هم آلمان ته دبالتيک دبحيرې له تل څخه دپايپ لاين دجوړولو 9 مېلياردډالري  تړون دى داسې تړون چې دلهستان ، ليتوانيا اواوکراين هغوهيوادونو چې له روسيې څخه اروپاته دګاز دترانزيت په لاره کې پراته دي دهغوى  غوسه راپارولې ده . داسې تړونونه داروپايي هيوادونوپه مقابل کې د روسيې چنې وهلو توان زياتوي . هماغه ډول چې اروپايي هيوادونه د اروپا دانرژۍ بازارته دننوتلوغوښتونکي شول دروسيې ولسمشر هم داروپادانرژۍ بازارته دروسيې دپروم ګازي شرکت دننوتلوخبره مطرح کړه . له يوې خواداروپايي اتحادېې دغړواوله بلې خوا له روسيې سره په اړيکو کې ددغه اتحاديې ددغه ډول ژورو اخت� �افونو سره سره تمه نه کيږي دانرژۍ په برخه کې دنوي ګډون اوملګرتيا دموافقې دلاسليک کيدا لپاره داروپايي اتح اديې اوروسيې خبرې اترې په نږدې راتلونکي کې کومې پايلې ته ورسيږي .   ",اروپايي اتحاديه او دانرژۍ چلينج ( عبدالله الهام ) 6231,محب الله ښېراز جلالزئي- کلا سیف الله," نه مو پریږدي ژوند راڅه اخلي د جانان په نامه زموږ د سر سودا کوي د حکمران په نام ه هسي نه ژوند مو سي خوشاله دوی ته خوندور سي ت� � کله غلطي کوي دا خلګ د افغان په نامه مو قبول ديدار که اتکړی وي په سر سترګو غازي وي که شهید بس دوئ ئې کړي د ځان په نام ه موږ هم قاتلان یو هم باغیان یو په هیواد کي دوئ که هیواد لوټ کړلو نو سي انقلابیان په نامه  خپله به د یو پر بل زخمونو سره لاړي توکو دا خو قصابان دي راوتلي طبیبان په نامه  تسلسل دی د سامراج په نوي شکل کي نوم د ارتقا اخلي راځي دوئ اتلان په نامه  هله به ښېرازه خوشالي وي پر موږ ټولو ت� � کله چي موږ خپل کړو لوئ افغانستان په نامه  محب الله خان ښېراز جلا� �زئي پښتو ادبي ټولنه کلاسیف الله  ۲۰/۱۱/۲۰� �۶:نیټه ",په نامه د جانان