جیسي جکسن
جیسي جکسن | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
رکن | ماسونيان |
روغتيايي څرنګوالی | د پارکېنسون ناروغي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
خوځښت | د مدني حقونو خوځښتونه |
د لوبې هېواد | د امریکا متحده ایالات |
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
جیسي لویس جکسن (انګلیسي: Jesse Louis Jackson) (لومړنی نوم یې بورنز-Burns دی او د ۱۹۴۱ کال د اکتوبر پر ۸مه زیږېدلی) یو امریکایی سیاسي فعال، باپټېسټ یا عیسوي کوونکی کشیش، او سیاستوال دی. هغه په ۱۹۸۴ کال او ۱۹۸۸ کال کې د ولسمشرۍ د نوماندۍ لپاره د دیموکراتانو نوماند و او له ۱۹۹۱ کال څخه تر ۱۹۹۷ کال پورې یې له کولمبیا سیمې (اوس: واشنګټن ډي سي) څخه د امریکا د نارسمي سناتور (shadow U.S. senator) په توګه دنده ترسره کړې.
نوموړی د هغو دوو سازمانونو بنسټګر دی چې وروسته سره یو ځای او د رینبو/پوش (Rainbow/PUSH) په نوم سازمان یې جوړ کړ. د متحده ایالاتو د کانګرس پخوانی غړی جیسي جکسن جونیر د هغه مشر زوی دی. جکسن له ۱۹۹۲ کال څخه تر ۲۰۰۰ کال پورې په CNN شبکه کې د "دواړې خواوې له جیسي جکسن سره" تر نوم لاندې پروګرام چلاوه.
نړیوال فعالیتونه
[سمول]د جکسن نفوذ او اغېز په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو کې تر نړیوالو قضیو پورې هم وغځېد. په ۱۹۸۳ کال کې نوموړي سوریې ته د هغه هېواد د حکومت له لوري نیول شوي امریکایي پيلوټ د سمندري ځواکونو ډګرمن رابرټ ګوډمن د خوشي کولو لپاره سفر وکړ. د ګوډمن الوتکه د لبنان په فضا کې هغه مهال ویشتل شوې وه چې نوموړی په هغه هېواد کې د سوریې پر پوستو د بمبارۍ پر ماموریت هلته ورغلی و. ګوډمن بیا د سوریې ولسمشر حافظ الاسد ته د جکسن له لوري د یوې ډراماټیکې شخصي غوښتنې له وړاندې کولو وروسته خوشې شو. د ولسمشر ریګن اداره په پیل کې د جکسن د سفر په اړه بې باوره وه، خو کله چې جکسن د ګوډمن پر خوشي کولو بریالی شو، ولسمشر ریګن د ۱۹۸۴ کال د جنوري په ۴مه په سپینه ماڼۍ کې د جکسن او ګوډمن هرکلی وکړ. دغه کار د یوه امریکايي وطنپال په توګه د جکسن شهرت زیات کړ او د ۱۹۸۴ کال په ټاکنو کې یې د هغه له نوماندۍ سره لا ډېره مرسته وکړه. د ۱۹۸۴ کال په جون کې جکسن د کیوبا د ولسمشر فیډل کاسټرو له یوې بلنې وروسته په کیوبا کې د ۲۲ امریکایانو د خوشې کولو په اړه خبرې اترې وکړې.
د ۱۹۹۱ کال د فارس خلیج د جګړې په درشل کې، جکسن عراق ته سفر وکړ څو له صدام حسین سره د هغو بهرنیو وګړو د خلاصون په اړه خبرې وکړي چې هلته د «بشري ډال» په توګه ساتل شوي وو. نوموړی په دغه سفر کې د څو برتانوي او ۲۰ امریکايي وګړو د خلاصون په چاره کې بریالی شو.
په ۱۹۹۷ کال کې جکسن د ډیموکراسۍ په چارو کې د متحده ایالاتو د ولسمشر بل کلنټن د ځانګړي استازي په توګه، د آزادو او عادلانه ټاکنو د ودې په موخه د کینیا له ولسمشر ډانیل آراپ موي سره د کتنې په موخه کینیا ته سفر وکړ. د ۱۹۹۹ کال په اپریل کې د کوسوو د جګړې پر مهال، نوموړی بلګراد ته ولاړ څو د مقدونیې پر پوله د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو د ګزمې پر مهال نیول شوو دریو امریکایي جنګي بندیانو (POWs) د خوشې کولو په اړه خبرې اترې وکړي. نوموړي د یوګوسلاویا د هغه مهال له ولسمشر سلوبودان میلاسویچ سره وکتل او هغه وروسته بیا د هغو دریو کسانو له خوشې کولو سره هوکړه وکړه.
د نوموړي نړیوالو هڅو تر ۲۰۰۰ کلونو پورې دوام درلود. د ۲۰۰۳ کال د فبروري پر ۱۵مه یې د لندن په هاید پارک کې د اټکل له مخې له یو ملیون زیاتو کسانو ته د متحده ایالاتو او انګلستان له لوري پر عراق د احتمالي یرغل پرضد د جګړې ضد لاریونونو په اوج کې وینا وکړه. د ۲۰۰۴ کال په نومبر کې یې په شمالي آیرلنډ کې له جګپوړو سیاستوالو او ټولنیزو فعالینو سره د ټولنې ترمنځ د ښو اړیکو هڅولو، د سولې پروسې بیارغونې او د بیلفاسټ تړون دولتي بنسټونو بېرته په کار اچولو په موخه وکتل.
ښاغلي جکسن د ۲۰۰۵ کال په اګست کې له ولسمشر هوګو چاویز سره د کتنې لپاره وینزویلا ته ولاړ. دا سفر یې د امریکایي ټلویزیوني مبلغ یا کشیش "پټ رابرټسن" له متنازع څرګندونو وروسته وکړ. دغه کشیش ویلي وو چې چاویز باید ترور شي. جکسن د رابرټسن څرګندونې وغندلې او هغه یې غیر اخلاقي وبللې. له چاویز سره تر لیدنې او د وینزویلا پارلمان ته له وینا کولو وروسته، جکسن وویل چې هېڅ داسې شواهد نشته چې وینزویلا د متحده ایالاتو لپاره د یوه ګواښ په توګه وښيي، نوموړي همدا راز د وینزویلا د افریقایي او بومي ټولنو له استازو سره هم وکتل.
په ۲۰۰۹ کال کې جکسن "په اوسنۍ سره-تړلې نړۍ کې د سولې او پرمختګ کلتور رامنځته کول" پر موضوع د سولې نړیوال بنسټ لپاره د یوه ویناوال په توګه کار وکړ. هغه د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ او بهرنیو اړیکو د انستیتوت په ګډون د دغه هېواد ګڼو ځایونو، او هم په تایلینډ کې د بنکاک د NIST نړیوال پوهنتون په ګډون د دغه هېواد ګڼو برخو ته سفرونه او لیدنې وکړې.[۵][۶]
سیاسي فعالیت
[سمول]د ۱۹۸۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کمپاین
[سمول]د ۱۹۸۳ کال د نومبر په ۳مه جکسن د ۱۹۸۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ لپاره خپل کمپاین اعلان کړ، او (له شیرلي چشولم وروسته) دویم افریقایي الاصله امریکایی شو چې له ډیموکرات ګوند څخه یې د ولسمشرۍ لپاره په ټول هېواد کې کمپاین پیل کړ.[۷]
د ۱۹۸۸ کال ولسمشریزو ټاکنو کمپاین
[سمول]په ۱۹۸۸ کال کې جکسن بیاځلې له دیموکرات ګوند څخه ولسمشرۍ ته د نوماندۍ په لټه کې شو. د ۱۹۸۷ کال په نومبر کې د نیویارک ټایمز په یوه مقاله کې راغلي وو: "ډېری سیاسي شنونکي د هغه د نوماندۍ ډېر لږ چانس ګوري – چې لامل یې تر یوه بریده دا دی چې نوموړی تور پوستی دی او تر یوه بریده هم د هغه بې بنسټه لېبرالېزم دی" مګر د هغه تېرو بریالیتوبونو هغه پر یوه مخکښ نوماند بدل کړ، او د ۱۹۸۴ کال په پرتله ښه تمویل او تنظیم شوی و. په دې توګه نوموړی یو ځل بیا له تمې زیات مطرح شو ځکه هغه خپلې پخوانۍ پایلې تر دوه چنده هم زیاتې کړې، او د دې لامل شو چې د نیویارک ټایمز خبریال او اېډېټر آر ډبلیو اپل جونیر ۱۹۸۸ کال "د جکسن کال" ونوماوه.
شخصي ژوند
[سمول]ښاغلي جکسن د ۱۹۶۲ کال د ډسمبر پر ۳۱مه له جکولین لاوینیا براون سره واده وکړ (چې په ۱۹۴۴ کال زیږېدلې ده) او له نوموړې څخه پنځه ماشومان لري: سانتیتا (۱۹۶۳)، جیسي جونیر (۱۹۶۵)، جانتن لوتر (۱۹۶۶)، یوسف ډوبویس (۱۹۷۰)، او جکلین لاوینیا (۱۹۷۵).
د جکسن کشر ورور، چارلس "چک" جکسن، د انډیپینډینس په نوم سندرغاړو د ګروپ غړی و او هم یې په یوازې سر یا د یوکسیز (solo) هنرمند په توګه د ۱۹۷۰ لسیزې په وروستیو کې دوه البومونه خپاره کړي. د هغه د سندرې د کمپوز او تولید ملګرې ماروین یانسي ترڅنګ، نوموړي د ناتالي کول د مسلکي ژوند په جوړولو کې بنسټیز رول درلود.[۸]
په ۲۰۰۱ کال کې له یوې کارمندې "کارین سټانفورډ" سره د جکسن اړیکه افشا شوه، چې په پایله کې یې د ۱۹۹۹ کال په مې میاشت کې د ایشلي په نوم یوه لور هم زیږېدلې وه. د سي اېن اېن د یوه راپور له مخې، د ۱۹۹۹ کال په اګست کې رینبو/پوش سازمان سټانفورډ ته ۱۵۰۰۰ ډالر بل خای ته د لېږد د لګښت په توګه ورکړي وو. همدا راز یې نوموړي ته د قراردادي کار په بدل کې ۲۱۰۰۰ ډالر ورکړي وو. کله چې دا موضوع افشا شوه د راتلونکي قراردادي کار په مقابل کې د ۴۰۰۰۰ ډالره اضافي ژمنه شوو پیسو ژمنه بېرته واخیستل شوه. دغې پېښې جکسن اړ کړ چې د یوې لنډې مودې لپاره خپل فعالیتونه پرېږدي. جکسن له ۲۰۰۱ کال وروسته د هغې ماشومې د روزنې لپاره هره میاشت ۴۰۰۰ ډالر ورکول.
د ۲۰۱۷ کال په نومبر کې د جکسن پارکېنسون عصبي ناروغي تشخیص شوه. د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، هغه او د هغه مېرمن د شیکاګو په "شمال لوېدیځ میموریل روغتون" کې پر کرونا ویروس د اخته کېدو له کبله بستر شوي وو. د اګست په ۲۷مه نوموړی د بیارغېدنې مرکز ته لېږدول شوی و او مېرمن یې د جدي پاملرنې څانګې ته لېږدول شوې وه. د سپتمبر په ۴مه، د هغه مېرمن بېرته له روغتون څخه رخصت شوه، خو نوموړي لا هم د پاکېنسون ناروغۍ له کبله روغتیایي پاملرنې ته اړتیا لرله او همالته پاتې شو.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
سرچینې
[سمول]- ↑ انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0413666/ — د نشر نېټه: ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۵
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6tx3dq3 — subject named as: Jesse Jackson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/79579 — subject named as: Rev. Jesse Jackson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ https://www.ipreunion.com/france-monde/reportage/2021/08/22/le-reverend-jesse-jackson-hospitalise-pour-covid,139687.html
- ↑ "2009-04-23: Bridges - Rev. Jesse Jackson". NIST International School. 2009. بياځلي په August 12, 2017.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "International Peace Foundation - Previous speakers and artists". 2007. بياځلي په August 12, 2017.
- ↑ "In Black America; Reverend Jesse Jackson". American Archive of Public Broadcasting (in انګليسي). بياځلي په 2020-11-04.
- ↑ "About Chuck Jackson, Marvin Yancy". MTV. بياځلي په September 1, 2013.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Rose, Andy. "Jacqueline Jackson, the wife of civil rights leader Rev. Jesse Jackson, is home after hospitalization for Covid-19". بياځلي په 18 September 2021.
- ↑ Andes, Natalie; Silverman, Hollie; Elassar, Alaa (August 22, 2021). "Rev. Jesse Jackson and his wife have been hospitalized after testing positive for Covid-19". CNN. خوندي شوی له the original on August 22, 2021. بياځلي په August 23, 2021.
- ↑ "Civil rights leader Jesse Jackson hospitalised with COVID-19". Al Jazeera. August 22, 2021. خوندي شوی له اصلي څخه په August 22, 2021. بياځلي په August 23, 2021.
- ↑ "Reverend Jesse Jackson transferred to rehab facility, wife moved to ICU after COVID-19 hospitalizations". www.cbsnews.com (in American English). بياځلي په 2021-08-29.
- ↑ "Jesse Jackson diagnosed with Parkinson's disease". CNN. November 17, 2017. بياځلي په December 12, 2017.
<ref>
tag with name "aims" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "100 greatest" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "degree" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "chicago's" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "chief" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "father" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "DS" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "gale" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "clearing" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "damascus" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "frontline" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "black vote" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "'70s 273" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "don't ask" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "dudley" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "dukakis defeats" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "behind" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "edges out" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "arrested" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "christians join" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "african" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "Berke" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "apologizes" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "comedian's" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "backs obama" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "financial ties" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "history" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "jackson and white" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "LibyaSalon" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "is seen" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "keep hope" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "lead" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "jena 6" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "gay marriage" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "madison award" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "jackson.mistress" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "mason" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "masters" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "maverick" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "MSN" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "medal of freedom" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "national race" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "naacp" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "pilgrimage" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "politics" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "pride" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "poll" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "quits" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "prosecutors" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "races" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "races2" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "records" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "regrets" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "reunites" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "reprint" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "richards" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "robinson" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "schiavo" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "salon-jackson" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "search" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "shakedown" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "shanty" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "texas" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "the end" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "times-1987-11-29" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "times topics" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "to run" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "venezuela" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "trying" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "wapo" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "voices" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "wooing" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "why obama" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "would" defined in <references>
is not used in prior text.
<ref>
tag with name "world television" defined in <references>
is not used in prior text.- Pages using the JsonConfig extension
- CS1 errors: archive-url
- CS1 errors: unsupported parameter
- CS1 انګليسي-language sources (en)
- CS1 American English-language sources (en-us)
- مخونه د غبرګونيزي تيروتنې سره
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د ويکيډاټا تيروتنې
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P463
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1050
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P135
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1532
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P345