د بریتانیا سترواکي، امپراتوري
پلازمېنه |
---|
عمومي مالومات |
استعماری ستر واکي (۱۵۸۳ – ۱۹۹۷) |
---|---|
وګړو شمېر | |
رسمي ژبه | |
ځايي ژبې | |
هېواد | |
ځایناستی د |
د ړنګېدو وخت |
---|
د ځای کچه |
---|
برخې |
---|
کورډينېشن |
---|
د بریتانیا سترواکي له بېلابېلو واکمنیو، مستعمراتو، تر ملاتړ لاندې هېوادونو، واکمنیو او یو شمېر نورو هغو هېوادونو څخه جوړه شوې وه، چې د بریتانیا او دغه راز د بریتانیا د مخکنیو دولتونو په وسیله اداره کېدل. دا سترواکي د ۱۶ ز پېړۍ په وروستیو کلونو او د ۱۸مې ز پېړۍ په لومړیو کلونو کې د بریتانیا یا انګلستان هېواد په وسیله له دې هېواده د بهر شتمنو او سوداګریزو پوستونو په اساس پیل شوه. دا سترواکي د خپل عروج او اوج په وخت کې د تاریخ تر ټولو ستره او لویه سترواکي وه او له یوې پېړۍ څخه زیاته موده د نړۍ تر ټولو ستر ځواک بلل کېده. تر ۱۹۱۳ ز کاله پورې د بریتانیا سترواکي په ۴۱۲ میلیونه وګړو، یعنې په هغه وخت کې د نړۍ په ۲۳ سلنه نفوس باندې حاکمیت درلود او تر ۱۹۲۰ ز کاله پورې یې ۳۵،۵۰۰،۰۰۰ کیلومتره مربع (۱۳،۷۰۰،۰۰۰ مایل مربع) مساحت تر خپل پوښښ لاندې راوستی و، چې د ټولې ځمکې ۲۴ سلنه مساحت بلل کېږي. له همدې امله د بریتانیا سترواکۍ قانوني، حقوقي، ژبني او فرهنګي میراثونو شمېر ډېر زیات او ساحه یې پراخه ده. د بریتانیا سترواکي د خپل اوج په زمانه کې په داسې سترواکۍ ستایل شوې، چې «د بریتانیا سترواکي هومره پراخه وه، چې لمر به هېڅکله په دې سترواکۍ کې غروب نه کاوه» ځکه چې د ځمکې دومره پراخه برخه یې تر کنټرول لاندې وه، چې هرومرو به د دې سترواکۍ په یوه سیمه کې لمر ځلېده. [۱][۲][۳][۴]
د اکتشافاتو او نوښتونو دورې یعنې د ۱۵مې او ۱۶مې پېړۍ په لړ کې پرتګال او هسپانیا په نړۍ کې د اروپایي کشفیاتو مخکښان او سرلاري و او په دې بهیر کې یې له خپلو هېوادونو بهر لویې سترواکۍ رامنځته کړې. انګلستان، فرانسې او هالند د دې سترواکیو په وسیله د تولید شوې پراخه اندازه شتمنۍ په وړاندې حسادت او بخیلي وکړه، چې له همدې امله یې د آمریکا او آسیا په قاره کې د مستعمرو او سوداګریزو شبکو رامنځته کول پیل کړل. په ۱۷مه او ۱۸مه ز پېړیو کې له هالنډ او فرانسې سره یو شمېر جګړو د شمالي آمریکا په برخه کې انګلستان (بریتانیا؛ په ۱۷۰۷ ز کال کې له سکاتلند سره د اتحادیې تر قانون وروسته) په ځواکمن او غالب استعماري ځواک بدل کړ. بریتانیا د شرقي هند اړوند کمپنۍ په وسیله د پلاسي Plassey جګړې په لړ کې د بنګال مغول تر فتح کولو وروسته په ۱۷۵۷ ز کال د هند په نیمه وچه کې په ځواکمن قدرت بدل شو.[۵]
د امریکا د خپلواکۍ جګړه د دې لامل شوه، چې آمریکا د شمالي آمریکا په برخه کې خپل یو شمېر تر ټولو لرغوني او ډېر نفوس لرونکي مستعمرات په ۱۷۸۳ ز کال کې له لاسه ورکړي. تر دې وروسته د بریتانیا پام د افریقا او آرام سمندر لور ته واوښت. د ناپلئون په جګړو (۱۸۰۳ – ۱۸۱۵ ز کلونه) کې د فرانسې له ماتې وروسته، بریتانیا د ۱۹مې پېړۍ د اصلي سترواکۍ او سمندریز ځواک په توګه راڅرګنده شوه او د خپلې سترواکۍ اړوند برخې او شتمنۍ یې پراخې کړې. له ۱۸۱۵ څخه تر ۱۹۱۴ ز کلونو پورې د نسبي سولې دوره وه، چې په دې موده کې د بریتانیا سترواکي په نړیواله واکمني او نړیواله هژموني بدله شوه او وروسته بیا دا هژموني د «پاکس بریتانیکا Pax Britannica – د بریتانیا سوله» په توګه تشریح شوه. هغه رسمي کنترول چې بریتانیا په خپلو مستعمراتو درلود د هغه رسمي کنترول ترڅنګ، دې سترواکۍ د نړیوالې سوداګرۍ په لویه برخه هم واکمني درلوده او دا په دې معنی و، چې دې سترواکۍ په ډېره مؤثره او اغېزمنه توګه د ګڼ شمېر سیمو لکه د آسیا او لاتیني آمریکا اقتصاد یې هم په خپل کنټرول کې درلود. د سپین پوستو کډوالو مستعمرو ته یې د خپلواکۍ لوړې درجې ورکړل شوې، چې یو شمېر یې د ډومنیون یا واک لرونکو مستعمراتو په توګه ډلبندي شول. [۶][۷]
آلمان او د امریکې متحده ایالتونو د شلمې پېړۍ په پیل کې د بریتانیا د افتصادي پرمختګ مخنیوي هڅې پیل کړې وې. د بریتانیا او آلمان ترمنځ نظامي او اقتصادي کړکیچونه د لومړۍ نړیوالې جګړې د پیل اصلي لاملونو له ډلې څخه و، چې د دې په لړ کې بریتانیا ډېره زیاته په خپلې سترواکۍ باوري او ډاډه وه. دې جګړې د بریتانیا په نظامي او مالي سرچینو او دغه راز انساني ځواک باندې ډېر زیات فشار راوست. که څه هم دې سترواکۍ له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته سمدلاسه د خپلې ځمکنۍ پراختیا تر ټولو لویې کچې ته لاسرسي پیدا کړ او بریتانیا تر دې وروسته د نړۍ ځواکمن صنعتي یا نظامي قدرت و. په دویمه نړیواله جګړه کې، د آسیا په شرقي برخه او دغه راز جنوب ختیځه آسیا کې د بریتانیا مستعمرې د جاپانیانو اړوند سترواکۍ په وسیله اشغال شوې. د بریتانیا او د هغو اړوندو متحدینو وروستۍ بریا سربېره د بریتانیا اعتبار او نوم ته رسیدلي زیان د یادې سترواکۍ اړوند اصولو په له منځه وړو کې مرسته وکړه. هند چې د بریتانیا د سترواکۍ تر ټولو ارزښتمنه او ډېر نفوس لرونکې شتمني وه، دې وخت کې یې د استعمار له منځه وړو د یو لوی خوځښت په توګه یې خپلواکي ترلاسه کړه، چې بریتانیا پکې د سترواکۍ زیاتره سیمو ته خپلواکي ورکړه. په ۱۹۵۶ ز کال کې د سویز ناورین د یو نړیوال قدرت په توګه د بریتانیا نړېدل تایید کړل او د ۱۹۹۷ ز کال د جولای میاشتې په ۱ نېټه چین ته د هانګانګ لېږدېدو د زیاتره هېوادونو لپاره د بریتانیا د سترواکۍ د ختمېدو زیری ورکړ. شاوخوا ۱۴ بهرنۍ سیمې د بریتانیا تر حاکمیت لاندې پاتې دي. له خپلواکۍ وروسته د بریتانیا سترواکۍ زیاتره مخکینۍ مستعمرې له مشترک المنافع ټولنې یعنې د خپلواکو هېوادونو آزادې ټولنې سره یوځای شول او د بریتانیا په شمول ۱۵ پاتې هېوادونه یې یوه مشترک او عام پاچا ساتي، چې دویمه ملکه الیزابت ده. [۸][۹]
سرچینه، اصل (۱۴۹۷ – ۱۵۸۳)
[سمول]د بریتانیا د سترواکۍ سرچینه او اصل هغه وخت رامنځته شو، کله چې انګلستان او سکاټلند جلا پادشاهۍ وې. په ۱۴۹۶ ز کال کې د انګلستان پادشاه اووم هنري له هیواده بهر برخه کې د هسپانیا او پرتګال د بېلابېلو اکتشافاتو او بریالیتوبونو په لیدو سره، جان کابوت دېته وګوماره ترڅو د شمالي اتلانتیک له لارې آسیا ته شمال لویدیزه لاره کشف کړي. کابوت د کریستف کولمب له لومړي سفر څخه پنځه کاله وروسته ییعنې ۱۴۹۷ ز کال کې کیښتۍ واخیسته او د نیوفاندلند ساحل ته ورسېد، هغه فکر کاوه چې آسیا ته رسېدلی دی او د مستعمرې رامنځته کولو لپاره یې هیڅ کوښښ او هڅه و نه کړه. کابوت په بل کال بیا د امریکې قارې ته سفر وکړ؛ خو بیا هیڅکله له دې سفر څخه بېرته را و نه ګرځېد او هېڅ معلومه نه شوه چې په هغه او د هغه په کیښتیو باندې څه وشول. [۱۰][۱۱][۱۲]
د شهزادګۍ لومړۍ الیزابت د سلطنت تر وخته، یعنې د شپاړسمې پېړۍ په وروستیو لسیزو کې د امریکا په قاره کې د انګلیسي مستعمرو رامنځته کولو لپاره هیڅ ډول بله هڅه ترسره نه شوه. په همدې توګه په ۱۵۳۳ ز کال کې د اتم هنري قانون یا اساسنامې د استیناف د بندیز په هکله داسې اعلان کړی و، چې «دا د انګلستان واکمني یوه سترواکي ده». د پروتستان اړوندو اصلاحاتو انګلستان او کاتولیکي هسپانیا د یو بل په سترو دښمنانو بدل کړل. لومړۍ الیزابت په ۱۵۶۲ ز کال کې جان هاوکینز او فرانسس درېک دېته وهڅول، ترڅو د لویدیځې افریقا په اړوندو سواحلو کې د هسپانوي او پرتګالي کیښتیو په وړاندې د برده دارۍ یا غلام لرلو اړوند بریدونو کې په اتلانتیک سمندر کې د غلام لرلو یا برده دارۍ اړوند سوداګرۍ د رامنځته کولو په موخه ګډون وکړي. دا هلې ځلې رد شوې او وروسته بیا د انګلستان او هسپانیې د جګړو په زیاتېدو سره په اتلانتیک سمندر کې د عامو خلکو او غلامانو د پلورلو یا برده دارۍ اړوندې سوداګرۍ د رامنځته کولو په موخه ګډون وکړي. دا هلې ځلې رد شوې او د انګلستان او هسپانیې د جګړو په زیاتېدو سره شهزادګۍ لومړۍ الیزابیت ځان د امریکا په قاره کې د موجوده هسپانیايي بندرونو باندې د لا ډېرو خصوصي حملاتو او دغه راز هغو کیښتیو لپاره چې د نوې نړۍ ګنج له آرام سمندر څخه د راګرځېدو په لړ کې و. په همدې ووخت کې یو شمېر اغېزمنو لیکوالانو لکه ریچارد هاکلوت او جان دي (چې لومړنی شخص و، چې د بریتانیا سترواکۍ اصطلاح یې وکاروله) دېته اقدام وکړ، ترڅو داسې فشارونه رامنځته کړي، چې خپله د انګلیسانو سترواکي رامنځته کړي. په دې وخت کې هسپانیا د امریکا په قاره کې په واکمن او قوي ځواک بدله شوې وه او د آرام سمندر د ارزونې او څېړنې په لټه کې وه، د افریقا او برازیل له سواحلو څخه تر چین پورې پرتګال یو شمېر پوستې او د نجارۍ اړوند کارخانې رامنځته کړې وې او فرانسې بیا وروسته په نوې فرانسې باندې د بدلېدو لپاره د سنت لارنس اړوند هستوګنیزه برخې ته اقدام کړی و. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
په لومړیو کې بریتانیا که څه هم د خپلو بهرنیو مستعمرو په رامنځته کولو کې له پرتګال، هسپانیې او فرانسې هېوادونو څخه پیروي کوله؛ خو خپل لومړنی مدرن او عصري استعمال یې په ۱۶مه پېړۍ د ایرلند په اولستر کې د انګلیسي پروتستانیانو په هستوګن کولو سره ترسره کړ، چې د اولستر مزرعې په نامه یادېږي. په ۱۱۶۹ ز کال کې په ایرلند باندې د نورمنیانو تر یرغل وروسته، انګلستان یا بریتانیې د دې هېواد یوه برخه استعمار کړې وه. هغه څو تنو چې د اولستر اړوند مزرعو په رامنځته کولو کې یې مرسته کړې وه، وروسته بیا هغوی د شمالي آمریکا په استعمار کې هم رول درلود، په تېره بیا هغه ډله چې د غربي هېواد اړونده نارینه وو په نامه پېژندل کېږي. [۱۹][۲۰][۲۱]
سرچينې
[سمول]- ↑ Ferguson 2004b.
- ↑ Jackson, pp. 5–6.
- ↑ Taagepera, p. 502.
- ↑ Maddison 2001, p. 97: "The total population of the Empire was 412 million [in 1913]"; Maddison 2001, pp. 241: "[World population in 1913 (in thousands):] 1 791 020".
- ↑ Russo 2012, p. 15 chapter 1 'Great Expectations': "The dramatic rise in Spanish fortunes sparked both envy and fear among northern, mostly Protestant, Europeans.".
- ↑ Porter, p. 8.
- ↑ Marshall, pp. 156–57.
- ↑ Brendon, p. 660.
- ↑ Brown, p. 594.
- ↑ Andrews 1985, p. 45.
- ↑ Ferguson 2004b، م. 4.
- ↑ Ferguson 2004b، م. 3.
- ↑ Canny, p. 35.
- ↑ Koebner, pp. 29–52.
- ↑ Thomas, pp. 155–58
- ↑ Canny, p. 62.
- ↑ Lloyd, pp. 4–8.
- ↑ Ferguson 2004b، م. 7.
- ↑ Taylor, pp. 119,123.
- ↑ Canny, p. 7.
- ↑ Kenny, p. 5.
- هغه پاڼي چې د P1705 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P36 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1082 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P37 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2936 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1365 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P576 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2046 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P527 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي انځور نلري
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP242
- نخشه لرونکي مخونه