د بشري حقونو نړیوال قانون
د بشري حقونو نړیوال قانون د نړیوال قانون هغه برخه ده چې په ټولنیزې، منطقوي او داخلي برخو کې د بشري حقونو د ودې په موخه وضع شوی دی. د نړیوال قانون د برخې په توګه د بشري حقونو نړیوال قانون د هغو هوکړو او موافقو پایله ده چې د خپلواکو دولتونو ترمنځ ترسره شوې او موخه یې هم دا وه چې د هوکړې په لورو او همدارنګه په عرفي نړیوالو قوانینو اغېز وکړي. د بشري حقونو نور نړیوال اسناد په داسې حال کې چې له قانوني پلوه الزامي بڼه نه لري د بشري حقونو د نړیوال قانون له پلي کېدو، درک او پراختیا سره مرسته کوي او د سیاسي ژمنو د منابعو په توګه پېژندل کېږي. [۱]
د بشري حقونو د نړیوال قانون او د بشرپالونکو نړیوالو حقوقو ترمنځ اړیکه د نړیوالو قوانینو د پوهانو د بحث موضوع جوړوي. دغه بحث د بین المللي حقونو د پراختیا له لوی بحث څخه سرچینه اخلي. په داسې حال کې چې یو شمېر کثرت ګرا پوهان د بشري حقونو نړیوال قانون له بشرپالونکو نړیوالو حقوقو جلا بولي، خو د مشروطه غوښتونکي چلن پلویان بیا دویم د لومړي فرعي برخه بولي. په لنډه توګه هغه چې د جلا او خپلواکو رژیمونو ملاتړي دي د دغو په کارونو کې په توپیرونو ټینګار کوي؛ بشر پالونکي نړیوال حقوق یوازې د وسله والې جګړې پر مهال پلي کېږي. [۲][۳]
د ملګرو ملتونو سیسټم
[سمول]د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ۱۹۹۳ زکال کې د ویانا اعلامیه او د هغو د عمل پلان تصویب کړ چې له مخې یې د بشري حقونو عالي کمیشنري تاسیس شوه.
په ۲۰۰۶ زکال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو د پلي کولو په موخه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځای ونیو. دغه سازماني بدلون د ډېرو تنظیماتو په لرلو سره په هرو څلورو کلونو کې د بشري حقونو د دوسیو د څېړونو د الزام وړاندوینه کوي. د ملګرو ملتونو د تل پاتې پراختیا ۱۰ موخې هم د نابرابرۍ د له منځه وړو په موخه د قوانینو او پالیسیو د ترویج موخه لري. [۴]
د بشري حقونو نړیوال منشور
[سمول]د بشري حقونو نړیواله اعلامیه
[سمول]د بشري حقونو نړیواله اعلامیه (Universal Declaration of Human Rights) د ملګرو ملتونو د عمومۍ اسمبلۍ هغه پرېکړه لیک دی چې د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو په اډانه کې الزام نه رامنځته کوي. د حقوقو ډېری څېړونکي دغه اعلامیه د بین المللي عرفي قوانینو لپاره د یو سند په توګه یادوي.
له دې سربېره UDHR د بشري حقونو په معتبرې منبع اوښتی. دغه سند د بشري حقونو د راتلونکو نړیوالو غیر الزامي اسنادو لپاره بنسټ جوړ کړ چې له امله یې د بشري حقونو د نړیوال قانون معتبره سرچینه ګڼل کېږي.
د بشري حقونو نړیوالې هوکړې
[سمول]په ۱۹۶۶ زکال کې د دوه پراخو میثاقونو (یعنې د سیاسي او مدني حقونو نړیوال میثاق او د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو نړیوال میثاق) په تصویب سره چې د بشري حقونو د نړیوالې لایحې برخه جوړوي، په نړیواله کچه نورې هوکړې هم تصویب شوې دي چې په ټولیزه توګه د بشري حقونو د اسنادو په توګه په پام کې نیول کېږي چې د دغو هوکړو یو شمېر مهمې یې دا دي:
- د نسل وژنې څخه د مخنیوي او هغو ته د جزا ورکولو کنوانسیون (CPCG) (په ۱۹۴۸ زکال کې تصویب شو او په ۱۹۵۱ کې یې اجرایوي بڼه ومونده)؛
- د کډوالو وضعیت ته اړوند کنوانسیون (CSR) (په ۱۹۵۱ زکال کې تصویب شو او په ۱۹۵۴ زکال کې یې اجرایوي بڼه ومونده)؛
- د هر ډول نژادي تبعیض د له منځه وړو نړیواله هوکړه (CERD) (په ۱۹۶۵ زکال کې تصویب شوه او په ۱۹۶۹ زکال کې یې اجرایوي بڼه ومونده)؛[۵]
- د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړو کنوانسیون (CEDAW) (په ۱۹۸۱ زکال کې یې اجرایوي بڼه ومونده)؛[۶]
- د شکنجې پر وړاندې د ملګرو ملتونو کنوانسیون (CAT) (په ۱۹۸۴ زکال کې تصویب شو او په ۱۹۸۷ زکال کې یې اجرایوي بڼه ومونده)؛[۷]
- د ماشومانو د حقونو کنوانسیون (CRC) (په ۱۹۸۹ زکال کې تصویب شو او په ۱۹۹۰ زکال کې یې اجرایوي بڼه ومونده)؛[۸]
- د کارګرو کډوالو او د هغوی له کورنیو څخه د ملاتړ نړیوال کنوانسیون (ICRMW) (په ۱۹۹۰ زکال کې تصویب شو او په ۲۰۰۳ زکال کې یې اجرایوي بڼه ومونده)؛
- د معلولو کسانو د حقونو کنوانسیون (CRPD) (د ۲۰۰۸ زکال د مۍ په ۳ مه یې اجرایوي بڼه ومونده)؛ او [۹]
- د اجباري ورک کېدو پر وړاندې د ټولو وګړو د خوندیتوب نړیوال کنوانسیون (ICPPED) (په ۲۰۰۶ زکال کې تصویب شو او په ۲۰۱۰ زکال کې یې اجرایوي بڼه ومونده).
سیمه ئیز خوندیتوب او بنسټونه
[سمول]د بشري حقونو د نړیوال قانون متمم او بشړونکي سیمه ئیز سیسټمونه د نړۍ په ځانګړو برخو کې له بشري حقونو څخه په ملاتړ او د هغو په ودې سره د بشري حقونو نړیوال او ملي قوانین خوندي او ترویج کوي. د بشري حقونو درې مهم نړیوال اسناد شتون لري چې د سیمو پر بنسټ یې د بشري حقونو قوانین رامنځته کړي:
- په ۱۹۸۱ زکال کې د افریقا لپاره د بشري او وګړیزو حقونو افریقايي منشور چې له ۱۹۸۶ زکال څخه یې اجرایوي بڼه ومونده؛
- په ۱۹۶۹ زکال کې د امریکا لپاره د بشري حقونو امریکايي کنوانسیون چې له ۱۹۷۸ زکال څخه یې اجرایوي بڼه ومونده؛ او
- په ۱۹۵۰ زکال کې د اروپا لپاره د بشري حقونو اروپايي کنوانسیون چې له ۱۹۵۰ زکال وروسته یې اجرایوي بڼه موندلې ده.
امریکا او اروپا
[سمول]د امریکايي هېوادونو سازمان او اروپايي شورا د ملګرو ملتونو په څېر یو شمېر هوکړې (البته د کمزوري اجرایوي میکانېزم په لرلو) چې د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو نوملړونه په کې راغلي د پورته یادو شوو کنوانسیونونو سربېره چې تر ډېره سیاسي او مدني حقونو ته اړوندېږي؛ تصویب کړې دي:
- په ۱۹۶۱ زکال کې د اروپا لپاره اروپايي ټولنیز منشور چې له ۱۹۶۵ زکال راهیسې پلی کېږي (چې د شکایاتو میکانېزم یې په ۱۹۹۵ زکال کې د یو الحاقي پروتوکول په توګه رامنځته شو او له ۱۹۹۸ زکال کې راهیسې پلی کېږي)؛ او
- په ۱۹۸۸ زکال کې د امریکا لویې وچې لپاره د سان سلواډور پروتوکول یا د بشري حقونو امریکايي کنوانسیون چې په ۱۹۹۹ زکال کې یې اجرایوي بڼه ومونده.
افریقا
[سمول]افریقايي اتحادیه له ۵۵ افریقايي هېوادونو څخه جوړه یوه فراملي اتحادیه ده چې په ۲۰۰۱ زکال کې تاسیس شوه او موخه یې په افریقا کې د دیموکراسۍ، بشري حقونو او تل پاتې اقتصاد خوندیتوب دی.[۱۰][۱۱]
د بشري او وګړیزو حقونو لپاره افریقايي منشور په دغه سیمه کې د بشري حقونو لپاره اصلي سند دی چې د افریقا د یووالي سازمان (چې افریقايي ټولنې یې ځای ونیو) تر ملاتړ لاندې رامنځته شو. د بشري او وګړیزو حقونو د افریقايي منشور د ترسیم هوډ په ۱۹۷۹ زکال کې اعلان شو. دغه منشور د افریقا د یووالي سازمان د رایو په اتفاق سره په ۱۹۸۱ زکال کې تصویب شو.
د بشري او وګړیزو حقونو افریقايي کمیسیون د افریقايي اتحادیې شبه قضايي ارګان دی چې مسئولیت یې د افریقا په ټوله لویه وچه کې د بشري او وګړیزو حقونو ملاتړ او ترویج او همدارنګه د افریقايي منشور تفسیر دی. همدارنګه د یاد منشور څخه د سرغړونې اړوند د فردي شکایاتو د څېړنې مسئولیت هم پر غاړه لري. دغه کمیسیون په دریو پراخو برخو کې مسئولیت لري: [۱۲]
- د بشري او وګړیزو حقونو ترویج؛
- د بشري او وګړیزو حقونو خوندیتوب؛ او
- د بشري او وګړیزو حقونو د افریقايي منشور تفسیر.
د دغو موخو لپاره کمیسیون مکلف دی چې «اسناد راغونډ کړي، د بشري او وګړیزو حقونو په برخه کې د افریقایانو د ستونزو په اړه څېړنې ترسره کړي، سیمینارونه، سمپوزیمونه او کنفرانسونه تنظیم کړي، اطلاعات خپاره کړي، د بشري او وګړیزو حقونو اړوند ملي او محلي بنسټونه وهڅوي، خپل نظریات وړاندې کړي او دولتونو ته لارښوونې وکړي».[۱۳][۱۴]
سرچينې
[سمول]- ↑ Human rights, A very short introduction replace this with a better reference later
- ↑ Koskenniemi, Marti (September 2002). "Fragmentation of International Law? Postmodern Anxieties". Leiden Journal of International Law. 15 (3): 553–579. doi:10.1017/S0922156502000262.
- ↑ Yun, Seira (2014). "Breaking Imaginary Barriers: Obligations of Armed Non-State Actors Under General Human Rights Law – The Case of the Optional Protocol to the Convention on the Rights of the Child". Journal of International Humanitarian Legal Studies. 5 (1–2): 213–257. doi:10.1163/18781527-00501008. SSRN 2556825.
- ↑ "Goal 10 targets". UNDP (in انګليسي). بياځلي په 2020-09-23.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "OHCHR". 30 May 2008. خوندي شوی له the original on 30 May 2008. بياځلي په 9 October 2011.
- ↑ "Convention on the Elimination of All Forms of Discrimination against Women". United Nations. بياځلي په 9 October 2011.
- ↑ "OHCHR". 9 March 2008. خوندي شوی له the original on 9 March 2008. بياځلي په 9 October 2011.
- ↑ "Convention on the Rights of the Child". UNICEF. بياځلي په 9 October 2011.
- ↑ "Convention on the Rights of People with Disabilities". United Nations. 30 March 2007. بياځلي په 9 October 2011.
- ↑ "AU Member States". African Union. خوندي شوی له the original on 5 January 2008. بياځلي په 3 January 2008.
- ↑ "AU in a Nutshell". خوندي شوی له the original on 30 December 2007. بياځلي په 3 January 2008.
- ↑ African Charter on Human and Peoples' Rights.
- ↑ "Mandate of the African Commission on Human and Peoples' Rights". خوندي شوی له the original on 20 January 2008. بياځلي په 3 January 2008.
- ↑ Art. 45.