د ښځو له خوا د رایو ورکولو حق
د ښځو لپاره د رایو ورکړې حق په دې معنا دی چې دوی وکړای شي، په ټاکنو کې خپله رایه وکاروي. د ۱۹ مې پېړۍ نیمایی را په دې خوا، ښځو نه یوازې په کارکولو سربېره چې د اقتصادي او سیاسي برابروالي او ټولنیزو اصلاحاتو په موخه یې کاوه، دوی د خپل ځان لپاره د رایو کارولو د قوانینو د بدلون په لټه کې شوې، څو وکړای شي، خپله رایه وکاروي. ملي او نړیوال بنسټونه د هڅو د همغږي کولو په موخه جوړ شول، په ځانګړې توګه، د ښځو د رایې کارولو نړیواله ټولنه International Woman Suffrage Alliance( کوم چې په ۱۹۰۴ ز کال کې د جرمني په برلین ښار کې تاسیس شوه)، همدارنګه ښځوته د مساوي مدني حقونو د ترلاسه کولو په موخه.[۱] په وروستیو پېړیو کې ګڼ شمېر موارد رامنځته شول، چې ښځو ته یې په انتخابي ډول د رایو کارولو حق ورکاوه، بیا به بېرته ترې دا حق واخیستل شو. په نړۍ کې لومړنی ځای چې د ښځو لپاره په کې د رایو کارولو حق ورکړل شو، په ۱۷۷۶ ز کال نیوجرسي وو(په داسې حال کې چې په ۱۸۰۷ ز کال کې دغې چارې تغییر وکړ او یوازې سپین پوستو نارینه وو وکولای شول رایه وکاروي).[۲] ډېری پیاوړوغربي هېوادونو ښځو ته د رایو کارولو حق د جګړې پر مهال ورکړی، له دې ډلې کاناډا په (۱۹۱۷ز)، بریتانیا او جرمني په ( ۱۹۱۸ ز)، اتریش او هالنډ په ( ۱۹۱۹ ز) او د امریکې متحده ایالاتو په (۱۹۲۰ ز) کال کې. په اروپا کې هم د پام وړ استثناات وو. فرانسه، کوم چې تر ۱۹۴۴ ز کال پورې ښځو واک نه درلود رایه وکاروي، په یونان کې (د ښځو لپاره د مساوي رایې حق تر ۱۹۵۲ زکال پورې نه وو، په داسې حال کې چې له ۱۹۳۰ ز کال څخه را وروسته یوازې لوستو ښځو کولای شول په سیمه ییزو ټاکنو کې رایه ورکړي) او سویس(چېرې چې له ۱۹۷۱ز کال وروسته ښځو کولای شول، یوازې په فدرالي کچه رایه ورکړي، د ۱۹۵۹ نه تر ۱۹۹۰ ز کال پورې ښځو دا حق ترلاسه کړ چې په سیمه ییزه کچه رایه ورکړي). وروسته له هغې چې په ۲۰۱۵ ز کال کې سعودي عربستان ښځو ته د رایو ورکولو حق ورکړ، په ټولوهغو هېوادونو کې چې ټاکنې کېږي، ښځې کولای شي خپله رایه وکاروي.[۳][۴][۵][۶][۷][۸] د لویې وچې په کچه[سمول]اسیا[سمول]افغانستان[سمول]په افغانستان کې ښځو په ۱۹۶۴ زکال کې د رایو ورکولو حق ترلاسه کړ، چې له ۱۹۶۵ زکال وروسته یې کولای شول رایه ورکړي(یوازې د طالبانو واکمنۍ کې ۱۹۹۶- ۲۰۰۱ ز له استثنا پرته هغه مهال چې هېڅ ټاکنې ونه شوې). تر ۲۰۰۹ ز کال پورې ښځو د خپلې رایې کارولو له حق څخه د کمو معلوماتو لرلو له امله کمې رایې، د رایو صندوق ته اچولې، خو په ۲۰۱۴ ز کال کې د افغانستان منتخب ولسمشر ژمنه وکړه چې ښځو ته به مساوي حقونه برابروي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴] پاکستان[سمول]پاکستان تر ۱۹۴۷ زکال پورې د بریتانوي امپراتورۍ برخه وه، تر هغه مهاله چې خپلواکي یې واخیسته. ښځو په ۱۹۴۷ز کال کې د رایو ورکولو بشپړ حق ترلاسه کړ. له هرې ډلې مسلمانو ښځینه فعالینو د ۱۹۴۰ مې لسیزې په نیمایي کې د پاکستاني تحریک ملاتړ وکړ. د دوی تحریک د هغوی د لویو سیاسي مشرانو او د هغو د ښځو له خوا رهبري کېده. کله به هم ښځو په پراخو لاریونونو کې ونډه اخیسته. د ۱۹۸۸ کال په نوامبر کې، بینظیر بوټو لومړنۍ مسلمانه ښځه وه چې د یو مسلمان هېواد د لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه.[۱۵] ایران[سمول]د ایران د ۱۹۰۶ ز کال په اساسي قانون کې د ښځو له خوا د رایې کارولو حق څخه واضحه بڼه لرې کړای شوې وه، همدارنګه د ښځو د حقونو مدافع ډلې جوړې شوې وې، چې د ښځو د رایې ورکولو له حق څخه یې دفاع کوله. په ۱۹۴۲ز کال کې د ایران د ښځو ګوند (حزب زنان ایران) د اصلاحاتو په موخه تاسیس شو. په ۱۹۴۴ زکال کې د ایران د توده ګوند ښځو او د ښځو دیموکراتیکې ټولنې (جامعه ای دیموکرات زنان) د هغه هېواد پارلمان ته د ښځو د رایې ورکړې د حق وړاندیز وکړ، کوم چې د اسلامي محافظه کارانو له خوا رد شو. په ۱۹۵۶ ز کال کې د نوې لارې ډلې(جمیعت راه نو)، د ښځینه وکیلانو اتحادیې( انجمن زنان حقوقدان) او د بشري حقونو د ملاتړې ډلې ( جمیعت زنان طرفدار حقوق بشر) له خوا د ښځو د رایې ورکولو د حق غوښتنې په موخه نوی کمپاین پیل شو. له دې وروسته د شاه له خوا د اصلاحاتو ملاتړ وشو او په خپل مدرنیزم یا نوي کېدو پروګرام کې یې سپین انقلاب ته ځای ورکړ. د ۱۹۶۳ز کال په جنوري کې ټولپوښتنه ترسره شوه چې د رایو په اکثریت ښځو ته د رایې ورکولو حق ورکړل شو،هغه حق چې د ۱۹۰۶ز کال د اساسي قانون د دویم څپرکي او درېمې مادې پر اساس ترې اخیستل شوی وو.[۱۶][۱۷] اروپا[سمول]ترکیه[سمول]په ترکیه کې ولسمشر اتاترک، هغه مهال چې د سیکولاریزم د کلتور پر اساس د جمهوریت بنسټ کېښود، د هغو حقونو ملاتړ وکړ چې له مخې یې ښځو په ټاکنو کې د ټاکلو او ټاکل کېدو حق ترلاسه کړ. ښځو د ۱۹۳۰ زکال د مارچ په ۲۰ مه د ښاروالۍ په ټاکنو کې د رایو ورکولو حق خپل کړ. د ۱۹۳۴ زکال د ډسمبر په ۵ مه د اساسي قانون د اصلاح له مخې یې په پارلماني ټاکنو کې د رایو کارولو حق ته لاسرسی وموند. ترکي ښځو چې د لومړي ځل لپاره یې د ۱۹۳۵ ز کال د فبروري په اتمه په پارلماني ټاکنو کې رایه ورکړه، ۱۸ څوکۍ خپلې کړې. د جمهوریت په لومړیو کې، کله چې اتاترک یو ګوندي حکومت چلاوه، د هغه ګوند ټول نوماندان وټاکل، د ښځو لپاره یې یو کوچنی شمېر څوکۍ جلا کړې، نو طبیعتاً به دغو ښځینه نوماندانو دغه څوکۍ خپلولې. کله چې په ۱۹۴۰ز کال کې څو ګوندیزې ټاکنې پیل شوې، په مقننه قوه کې د ښځو څوکۍ راکمې شوې، چې د ښځو لپاره د پارلمان دغه ۴ سلنه برخه څوکۍ، له ۱۹۳۵ز کال څخه تر ۱۹۹۹ز کال پورې بیا زیاتې نه شوې. د ۲۰۱۱ ز کال په پارلمان کې ښځو ۹ سلنه څوکۍ خپلې کړې. په داسې حال کې چې ترکي ښځو څه باندې یوه لسیزه وړاندې، د ځینو اروپایي هېوادونو، لکه: فرانسې، ایټالیا او بلجیم په څېر له ښځو د رایې ورکولو حق ترلاسه کړی وو، چې دا د اتاترک د پراخو ټولنیزو بدلونونو یوه برخه وه.[۱۸] تانسو چې له ۱۹۹۳ز کال څخه تر ۱۹۹۶ز کال پورې، د ترکیې د دوه ویشتم لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ، نوموړې د ۱۹۹۱ ز کال په عمومي ټاکنو کې پارلمان ته لار ومونده او د ۱۹۹۳ زکال د جون په ۲۵ مه، هغه مهال چې د نوموړې کابینه د پارلمان له خوا ومنل شوه، د لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه. افریقا[سمول]مصر[سمول]په مصر کې د ښځو د رایې کارولو د حق لپاره لومړنۍ هڅې د ۱۹۱۹ کال د نشنلستي یا ملي توب له انقلاب وروسته پیل شوې، هغه انقلاب چې پکې ښځې له هرې ډلې د بریتانیا د نیواک پر ضد واټونو ته راووتلې. دغه هڅې د ښځو د حقونو په برخه کې د یو شمېر مصري مخکښو ښځو له خوا د شلمې پېړۍ د دوهمې نیمایي په پیل کې د لاریونونو، رسنیو په کارولو او ورته د ذهنیت په جوړولو رهبري کېدلې. ولسمشر جمال عبدالناصر په ۱۹۵۶ کال کې وروسته له هغې چې د بریتانیا تر نیواک لاندې ښځې له رایې کارولو منع شوې وې، د مصري ښځو د رایو ورکولو له حق ملاتړ وکړ.[۱۹] د امریکا لویه وچه[سمول]کیوبا[سمول]د ښځو د رایو ورکولو د حق کارولو لپاره هڅې په ۱۹۲۰مه لسیزه کې پیل شوې، هغه مهال چې کیوبایي مخکښو فیمنستانو د ښځو د حقونو او نورو اړوندو مسایلو لپاره په مبارزه پیل وکړ؛ دوی په ۱۹۲۳،۱۹۲۵،۱۹۳۹ زکلونو کې غونډې جوړې کړې او و یې کړای شول چې د ۱۹۱۷ز کال د مالکیت حق لرلو اصلاح شوي قانون، د (۱۹۱۸ز) کال اصلاح شوی د طلاق قانون او په پای کې د ښځو د رایې ورکولو حق په ۱۹۳۴ ز کال کې ترلاسه کړي.[۲۰][۲۱][۲۲] ښځو دا قانوني حق ترلاسه کړ، څو د ۱۹۳۴زکال په پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو کې خپله رایه وکاروي. اقیانوسیه[سمول]نیوزلنډ[سمول]د نیوزلنډ د ۱۸۹۳ زکال د سپتمبر د ۱۹ مې ټاکنیز قانون، دغه هېواد په نړۍ کې لومړنۍ هغه هېواد وګرځاوه چې په پارلماني ټاکنو کې یې د ښځو د رایې ورکولو حق تثبیت کړ.[۲۳] په ۲۰۰۵ زکال کې د دغه هېواد د پارلمان له درېیمې برخې څوکۍ تقریباً ښځینه وو ته اړوند وې. په وروستیو کې ښځو لوړ پوړې او سمبولیکې څوکۍ، لکه د لومړي وزارت څوکۍ ( جیمي شیپلي، هلن کلارک او اوس مهال لومړۍ وزیره جاسیندا اردرن)، ګورنر جنرال ( کاترین تیزارد او سیلویاکارترایت)، د سترې محکمې څو کۍ(سیان الیاس)، د پارلمان د مشرتابه څوکۍ (مارګریت ویلسن) خپلې کړې. چې د ۲۰۰۵ ز کال د مارچ له درېیمې د ۲۰۰۶ کال د اګست تر ۲۳ مې ټولې دغه څلور څوکۍ د ښځو سره وې، سره له دې چې ملکې الیزابت هم د دولت رهبري پر غاړه لرله. سرچينې او ياداښتونه[سمول] |
- ↑ Sneider, Allison (2010). "The New Suffrage History: Voting Rights in International Perspective". History Compass. 8 (7): 692–703. doi:10.1111/j.1478-0542.2010.00689.x.
- ↑ More than a century before the 19th Amendment, women were voting in New Jersey. Washington Post
- ↑ Christine, Lindop (2008). Australia and New Zealand. Oxford: Oxford University Press. p. 27. ISBN 978-0-19-423390-3. OCLC 361237847.
- ↑ Brief history of the Finnish Parliament. eduskunta.fi
- ↑ Korpela, Salla (2018-12-31). "Finland's parliament: pioneer of gender equality". Finland.fi. بياځلي په 2021-10-07.
- ↑ "Centenary of women's full political rights in Finland". July 20, 2011. خوندي شوی له the original on July 20, 2011.
- ↑ http://news.bbc.co.uk/2/hi/europe/8019766.stm
- ↑ Salami, Minna (2020). "Chapter 6: On Womanhood". Sensuous Knowledge: A Black Feminist Approach For Everyone. Amistad. ISBN 9780062877062.
- ↑ Wayne, Tiffany K., ed. (2020). Women's Suffrage: The Complete Guide to the Nineteenth Amendment. ABC-CLIO. ISBN 9781440871993.
- ↑ Sankey, Margaret D. (2018). Women and War in the 21st Century: A Country-by-Country Guide. ABC-CLIO. ISBN 978-1440857669.
- ↑ Franceschet, Susan; Krook, Mona Lena, eds. (2018). The Palgrave Handbook of Women's Political Rights. Springer. ISBN 978-1137590749.
- ↑ "The Women Suffrage Timeline". Women Suffrage and Beyond. بياځلي په August 7, 2015.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Fewer Women Cast Votes In Afghanistan." Herizons 23.2 (2009): 7. Academic Search Complete. Web. October 4, 2016.
- ↑ Jason, Straziuso. "Afghanistan's President-Elect Promises Prominent Role, Equal Rights For Country's Women." Canadian Press, The (n.d.): Newspaper Source Plus. Web. October 4, 2016.
- ↑ Ali, Azra Asghar (April 1999). "Indian Muslim Women's Suffrage Campaign: Personal Dilemma and Communal Identity 1919–47". Journal of the Pakistan Historical Society. 47 (2): 33–46.
- ↑ Hamideh Sedghi, “FEMINIST MOVEMENTS iii. IN THE PAHLAVI PERIOD,” Encyclopaedia Iranica, IX/5, pp. 492–498.
- ↑ "The Women Suffrage Timeline". Women Suffrage and Beyond. بياځلي په August 7, 2015.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Turkey holds first election that allows women to vote". OUPblog. February 6, 2012.
- ↑ "Women's right to voting". Egypt State Information Service. 3 March 2000. بياځلي په 23 July 2021.
{{cite web}}
: CS1 maint: url-status (link) - ↑ "Elecciones, sufragio y democracia en Chile (1810–2012): Voto femenino", Memoria chilena (in هسپانوي), بياځلي په June 30, 2013
- ↑ López Cárdenas, Patricio (2009), Las administraciones municipales en la historia de Valdivia (in هسپانوي), Editorial Dokumenta Comunicaciones, p. 32
- ↑ Eltit, Diamela (1994), Crónica del sufragio femenino en Chile (in هسپانوي), Servicio Nacional de la Mujer, p. 55
- ↑ EC (February 1, 2013). "First in the World". Elections.org.nz. New Zealand Electoral Commission. بياځلي په June 18, 2016.