Jump to content

د یوحنا مکاشفه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د یوحنا مکاشفه یا د مکاشفې کتاب چې په تېروتنې سره د مکاشفو د کتاب په توګه هم یادېږي د عیسویت د نوي تړون وروستی کتاب دی (له همدې امله د عیسوي بایبل وروستی کتاب ګڼل کېږي). د دغه کتاب عنوان د کوئینه یوناني متن له لومړۍ کلمې؛ apokalypsis څخه اخیستل شوی چې معنی یې «پرده پورته کول»، «مکاشفه» یا «وحی» ده. د مکاشفې کتاب د مکاشفې پر بنسټ د نوي تړون د حکم وروستی کتاب دی. دغه کتاب د آخرت پوهنې اړوند د عیسوي الهیاتو په برخه کې مرکزي رول لري.[۱]

لیکوال یې په متن کې خپل نوم د «یوحنا» په ساده بڼه یاد کړی خو د هغه کره هویت لا هم د علمي بحثونو موضوع ده. د دویمې پېړۍ عیسوي لیکوالان لکه د هیراپولیس پاپیاس، شهید جوسټین، ایرنئوس، د ساردیس ملیټو، د اسکندریې کلمنټ او د موراټورین د حکم لیکوال؛ رسول یوحنا په دغه کتاب کې یاد شوی «یوحنا» بولي. معاصرې څېړنې بیا په دې اړوند بېلابېل لیدلوري لري چې ګڼ شمېر یې په دې باور دي چې د لیکوال په اړه یې نه شي کېدای څوک معلومات ولري پرته له دې چې ووايي هغه یو عیسوي پیغمبر دی. د معاصرو الهیاتو لیکونکي د مکاشفې د کتاب لیکوال د «پاتموس یوحنا» توصیف کوي. په دغه کتاب کې د یادو شوو تاریخي سنتي منابعو ډېره برخه د هغو نېټه د رومي سترواک دومیتیان د واکمنۍ دورې (له میلاد وروسته ۸۱-۹۶ کال) ته اړونده بولي او شواهد هم د هغو د تائید په پلوي دي. [۲][۳][۴][۵][۶]

په دغه کتاب کې درې ادبي ژانرونه شامل دي: لیک، مکاشفوي ادبیات او نبوي پیغام. دا د اژه سمندرګي د پاتموس جزیرې په یوحنا سره پیلېږي چې د یوه لیک پر مټ «د آسیا اوو کلیساوو» ته پیغام وړاندې کوي. هغه وروسته د نبوي مکاشفو یا لیدونو ټولګه توصیف کوي چې په هغو کې د اووه سره لرونکي ښامار، په آسمان د سر لګېدونکي ژوندی موجود او بلاګانو په څېر یو شمېر څېرې شاملې دي، هغه موضوعات چې ګویا په دویم ځل باندې د عیسی په نزول سره به اوج ته رسېږي.[۷]

دغه ډول مبهم انځورونه او له ځانه زیاتونې د بېلابېلو عیسوي تفسیرونو د رامنځته کېدو لامل ګرځېدلي. تاریخ پالونکي تفاسیر مکاشفه یا وحی د پراخو تاریخي لیدلورو لرونکې بولي، په داسې حال کې چې له تاریخ وړاندې تفاسیر د وحی اړوند د حواریوني دورې پېښو (لومړۍ پېړۍ) یا هم په حد اکثر کچه په پنځمه پېړۍ کې د روم د لویدیځې سترواکۍ زوال ته اشاره کوي.

جوړښت او تنظیم

[سمول]

عنوان، تالیف او نېټه

[سمول]

د دغه کتاب عنوان (Revelation) د کوئینه یوناني متن له لومړۍ کلمې؛ apokalypsis (ἀποκάλυψις) څخه اخیستل شوی چې معنی یې «پرده پورته کول»، «مکاشفه» یا «وحی» ده. لیکوال یې خپل نوم «یوحنا» بللی، خو معاصر څېړونکي دا ناشونې بولي چې د مکاشفې د دغه اثر لیکوال دې یوحنا انجیل هم لیکلی وي. د عیسویانو پر باور هغه یهودي مسیحي پیغمبر و چې احتمالا له پیغمبرانو څخه و او د هغو خلکو له خوا منل شوی و چې ده ورته په لیک کې خطاب کړی و. [۴][۸][۹]

د دغه کتاب تاریخ په معمول ډول له میلاد وروسته ۹۵ کال ته رسېږي، هماغه ډول چې د سترواک دومیتیان د سلطنت د دورې موضوعاتو ته په کې اشاره شوې. په هغو کې یاد شوی د اوو سرونو لرونکی وحشي حیوان او ۶۶۶ عدد داسې ښکاري چې په مستقیم ډول د نېرو سترواک (له میلاد وروسته ۵۴-۶۸ زکال کې واکمن و) ته اشاره لري، خو دا د دې څرګندويي نه کوي چې دغه اثر دې په ۶۰مه لسیزه کې لیکل شوی وي، ځکه چې په وروسته لسیزو کې پراخو باورونو شتون درلود چې نېرو به بېرته راوګرځي. [۴][۱۰][۱۱]

ژانر

[سمول]

د یوحانا مکاشفه د اخروي وړاندوینې وړاندې کوونکی اثر دی چې د یوه لیک په ترڅ کې د آسیا د رومي ولایت اوو کلیساوو ته په کې خطاب شوی. د مکاشفې اصطلاح د الهي اسرارو د ښکاره کېدو په معنی ده؛ یوحنا دنده لرلې هغه څه چې ور باندې نازلېږي (یا یې په خوب کې راځي) ولیکي او اووه واړو کلیساوو ته یې ولېږي. بشپړ دغه کتاب یو لیک جوړوي – ټولو جلا اوو کلیساوو ته په کې لیکونه د پاتې نور کتاب توضېح جوړوي هغه چې اووه واړو ته په کې خطاب شوی. په داسې حال کې غالب ژانر یې د مکاشفې پر بنسټ دی لیکوال په کې ځان عیسوي پیغمبر ګڼلی: په دغه اثر کې د پیغمبر کلمه ۲۱ ځله راغلې چې د نوي تړون د بل هر کتاب په پرتله په کې زیاته یادونه شوې. [۵][۵][۵][۱۲][۱۳]

منابع

[سمول]

غالب نظر دا دی چې دغه اثر تر ډېره زوړ تړون ته اشاره کوي، په داسې حال کې چې د پوهانو ترمنځ هغو ته د اشارو د کره شمېر یا خپله اشارو اړوند توافق ستونزمن دی. په دغه اثر کې په ډېر ندرت سره په مستقیم ډول له لرغوني تړون څخه نقل قول شوی، خو له دې سره نږدې د هغو هره جمله لرغونو متونو ته اشاره لري یا هغه منعکس کوي. د هغو له نیمايي زیات ارجاعات له ډانیال، حزقیال، مزامیر او اشعیا څخه سرچینه اخلي؛ چې له دغو څخه ډانیال د اوږدوالي د نسبت له مخې د دغه اثر پام وړ موارد جوړوي او حزقیال هم په هغو کې د اغېزمن اثر په توګه پام وړ ځایګی لري. له دې امله چې دغه ارجاعات د کنایې په ډول څرګندېږي او د نقل قول په توګه نه دي په کې راغلي، نو ستونزمنه ده چې وپوهېږو لیکوال د هغو له عبري یا یوناني متونو ګټنه کړې، خو دا څرګندېږي چې هغه تر ډېره د هغو د یوناني بڼې تر اغېز لاندې دی. [۱۴][۱۵]

تنظیم

[سمول]

متعارف درک دا دی چې د یوحنا د مکاشفې اثر د هغو کلابندو عیسویانو د تسلي په موخه لیکل شوی چې د یو سترواک د آزار او ظلم لاندې و. له دې سره دا د هغو یوازنی تفسیر نه دی. کېدای شي چې دومیتیان ظالم نه وي او د خپلې سترواکۍ آئین یې پر دوی نه وي تحمیل کړی، همدارنګه کېدای شي د هغه د واکمنۍ پر مهال د سترواکۍ په ټولو برخو کې د عیسویانو د سیستماتیکې ځورونې هېڅ ډول شتون نه وي لرلی. پر ځای یې دغه اثر کېدای شي د دې اړوند لیکل شوی وي چې په کوچنۍ آسیا کې عیسوي ټولنه د لویې غیرعیسوي ټولنې سره مل یا له هغو ووځي: دغه اثر هغه عیسویان تنبیه کړي چې غوښتل یې د رومیانو د سترواکۍ له دیني آئین سره جوړ راشي. دا په دې معنی نه دی چې په رومي اسیا کې عیسویان د روم د پراخې ټولنې له احکامو څخه د سرغړونو له جزاوو څخه چې شدیدې جزاوې به یې ورکولې؛ نه کړېدل. د یوحنا مکاشفه د آخر الزماني امید په وړاندې کولو سره د دغه واقعیت پر وړاندې د بریا څرګندويي کوله. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

حکمي تاریخچه

[سمول]

د یوحنا د مکاشفې په نامه اثر یو له هغه وروستیو کتابونو څخه دی چې په عیسوي بایبلي احکامو کې منل کېږي، خو همدارنګه تر نن ورځې پورې له ختیځې کلیسا څخه سرچینه اخیستونکې کلیساوې یې رد کوي. ختیځ عیسویان د دغه کتاب اړوند بدبینه شوي و ځکه د هغو د تالیف اړوند موجود شک او غیر معمول سبک یې لامل وګرځېدل یو شمېر مونتانېستان او یو شمېر ډلې هغه بدعت رامنځته کوونکی وبولي. په دغه اثر باندې یادې بې باورې په ختیځ کې تر ۱۵مې پېړۍ دوام درلود. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۰]

د اسکندریې بشپ او د اورېګن شاګرد ډیونیسیوس (له میلاد وروسته ۲۴۸ کال) لیکلي چې د غه اثر کېدای شي د سرینتوس له خوا لیکل شوی وي په داسې حال کې چې هغه خپله دغه دا نه منله چې سرینتوس د دغه اثر لیکوال وي. هغه یاد اثر له یو انسان څخه الهام اخیستونکی باله، نه دا چې هغه یو رسول ته اړوند کتاب وي (اوسیبوس، د کلیسا تاریخ VII. ۲۵).[۲۴]

پروتستانت اصلاحات

[سمول]

په دغه اثر باندې شکونه په شپاړلسمه پېړۍ کې د پروتستانتي اصلاحاتو پر مهال بیاځلي راڅرګند شول. مارتین لوتر یاد اثر په ۱۵۲۲ زکال کې د نوي تړون د سریزې په ژباړه کې «نه رسولي او نه هم د وحی پر بنسټ» وباله، (هغه په ۱۵۳۰ زکال کې خپل دریځ د یوې مطلوبې ارزونې پر بنسټ اصلاح کړ)، هالدریش زوینګي دغه اثر د داسې کتاب په توګه چې «سپېڅلی نه دی» توصیف کړ. دا د نوي تړون اړوند یوازنی کتاب و چې جان کالوین پر هغه شرح ولیکله. له ۲۰۱۵ کال راوروسته د یوحنا مکاشفه نوي تړون ته اړوند یوازنی کتاب دی چی د ختیځې ارتدکس کلیسا په عباداتو کې نه لوستل کېږي په داسې حال کې چې په کاتولیک او پروتستانت عباداتو کې شامل دی. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې

[سمول]
  1. Martin, Dale B. (6 April 2012). "The Last Trumpet". The New York Times. Archived from the original on February 17, 2023. نه اخيستل شوی February 17, 2023.
  2. Carson, Don (2005). An Introduction to the New Testament (2nd ed.). Grand Rapids, Michigan: Zondervan. pp. 465ff. ISBN 978-0-310-51940-9.
  3. Holmes, Michael (2007). The Apostolic Fathers: Greek Texts and English Translations. p. 749ff. ISBN 978-0801034688.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ Stuckenbruck 2003، مم. 1535–1536.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ ۵٫۳ Bauckham 1993، م. 2.
  6. Collins 1984، م. 28.
  7. Stuckenbruck 2003، م. 1536.
  8. Bauckham 1993، م. 2, 24–25.
  9. Collins 1984، مم. 28–29.
  10. Collins 1984، م. 100.
  11. Perkins 2012، م. 19ff.
  12. Couch 2001، م. 81.
  13. McKim 2014، م. 16.
  14. Fekkes, Jan (1994). Isaiah and Prophetic Traditions in the Book of Revelation: Visionary Antecedents and their Development (The Library of New Testament Studies). Bloomsbury T&T Clark. pp. 61–63. ISBN 978-1-85075-456-5.
  15. Beale او McDonough 2007، مم. 1081–1084.
  16. Chilton, David (2011). The Days of Vengeance (په انګليسي). Tyler, Texas: Dominion Press. p. 55. ISBN 978-0-930462-09-3.
  17. Collins 1984، م. 154.
  18. Stephens 2011، م. 152.
  19. Stephens 2011، مم. 143–145.
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ Wall 2011، م. no page number.
  21. Eugenia Scarvelis Constantinou (editor) Commentary on the Apocalypse by Andrew of Caesarea (CUA Press 2011 ISBN 978-0-8132-0123-8), pp. 3–6
  22. Stonehouse n.d.، مم. 138–142.
  23. Pattemore 2004، م. 1.
  24. of Caesarea, Eusebius. Church History, Book VII Chapter 25. newadvent. نه اخيستل شوی 17 October 2016.
  25. Glasson, T.F. (1965). "How was the Book received by the Church?". In Glasson, T.F. (ed.). The Revelation of John. Cambridge Bible Commentaries on the New Testament. Cambridge: Cambridge University Press. p. 6. نه اخيستل شوی 29 June 2019. Zwingli, the Swiss Reformer, said, '[The Book of Revelation] is not a book of the Bible'.
  26. Boring, M. Eugene (1989). Revelation. Interpretation: A Bible Commentary for Teaching and Preaching. Louisville, Kentucky: Westminster John Knox Press (خپور شوی 2011). p. 3. ISBN 978-0-664-23628-1. نه اخيستل شوی 2019-06-29. To this day, Catholic and Protestant lectionaries have only minimal readings from Revelation, and the Greek Orthodox lectionary omits it altogether.
  27. Lohse 1988، مم. 322; 337–338.
  28. Hoekema 1979، م. 297.