لوکرېشیا ماټ
لوکرېشیا ماټ | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | سینه بغل |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
سمول |
لوکرېشیا ماټ (د ۱۷۹۳ ز کال د جنورۍ ۳یمه – د ۱۸۸۰ ز کال د نومبر ۱۱مه) یوه امریکایۍ کواکره( د دوستانو د مذهبي ټولنې غړې)، د غلامۍ مخالفه، د ښځو د حقونو فعاله او ټولنیزه اصلاحغوښتونکې وه. کله چې په ۱۸۴۰ز کال کې په لندن کې د غلامۍ ضد نړیوال کنوانسیون جوړ شو او د اغلې ماټ په ګډون نورې ښځې ترې واېستل شوې، دغه مهال اغلې ماټ په ټولنه کې د ښځو د موقعیت د اصلاح نظریه وړاندې کړه. په ۱۸۴۸ ز کال کې د جین هانټ لهخوا یوې ناستې ته وبلل شوه چې دا ناسته په «سنکا فالز کنوانسیون» کې د ښځو د حقونو په اړه د لومړنۍ عمومي غونډې د جوړېدو لامل شوه. اغلې ماټ په دې غونډه کې د احساساتو د اعلامیې له لیکوالو نه وه.
ماټ د ویناییزو مهارتونو له امله، د غلامۍ د لغوه کېدو پر مهمه پلوۍ، فیمینسته او اصلاحغوښتونکې بدله شوه؛ دا د ځوانۍ په لومړیو وختونو کې د دوستانو د ټولنې ویناواله وه. کله چې په ۱۸۶۵ ز کال کې متحدو ایالتونو غلامي ناقانونه اعلان کړه، ماټ پخوانیو ښځینه او نارینه غلامانو ته د رایې د حق ورکولو ملاتړ وکړ. ماټ تر ۱۸۸۰ ز کال پورې د مړینې تر مهاله د اصلاحغوښتونکو غورځنګونو مهمه څېره پاتې شوه
د ژوند لومړي وختونه او زدهکړې
[سمول]لوکرېشیا کافین د ۱۷۹۳ زکال د جنورۍ میاشتې په ۳یمه نېټه د «ماساچوسټ» ایالت په «نانټاکټ» ټاپو کې وزېږېده. مور یې «انا فولګر» نومېده او پلار یې «توماس کافین» و. دا د مور او پلار دویمه بچۍ وه. د مور له پلوه د «پيټر فولګر» او «مري مورل» په لمسیانو کې راځي. د تره زوی یې «بنجامین فرانکلین» و چې د اساسي قانون له تدوینوونکو نه و. د فولګر نور خپلوان محافظهکاران وو چې د امریکا د انقلاب په اوږدو کې د بریتانیا ولیعهد ته وفادار پاتې شول.[۱][۲][۳][۴][۵]
ماټ په ۱۳ کلنۍ کې د نیویارک ایالت په «ډاچس» ښارګوټي کې «ناین پارټنرز» ښوونځي ته ولاړه. دا ښوونځی د دوستانو د ټولنې (کواکرز) لهخوا اداره کېده. په دغه ښوونځي کې تر فارغېدو وروسته ښوونکې شوه. د ښځو په حقونو کې یې لېوالتیا هغه مهال پیدا شوه چې کله یې ولیدل، په ښوونځي کې نارینه ښوونکي د ښځینه کارکوونکو په نسبت ډېره تنخوا اخلي. کله یې چې کورنۍ «فیلاډلفیا» ته ولېږدېده، دې او د دغه ښوونځي یوه بل ښوونکي «جېمز ماټ» د ښځو د حقونو لپاره مبارزه پیل کړه.[۶][۷][۸]
د غلامۍ مخالفت
[سمول]د غلامۍ ضد لومړنۍ هڅې
[سمول]د اکثرو کواکرانو په څېر ماټ هم غلامي بده ګڼله. دې او نورو کواکرانو له راهب «الیاس هیکس» نه په الهام اخیستو سره د هغو ټوکرو او توکو له کارولو نه ډډه وکړه چې په غلامانو تولیدېدل. ماټ په ۱۸۲۱ زکال کې د دوستانو د ټولنې یا کواکر راهبه شوه [راهبان هغه اشخاص دي چې په کلیسا کې له کشیشانو سره په مذهبي تبلیغ او نورو چارو کې مرسته کوي]. اغلې ماټ د خپل مېړه په مرسته د راهبې په توګه ګڼ سفرونه وکړل او په ویناوو یا وعظونو کې یې د مذهبي خبرو تر څنګ د غلامۍ ضد احساسات هم شامل وو. په ۱۸۳۳ ز کال کې یې مېړه د امریکا د غلامۍ ضد ټولنې په جوړولو کې ونډه لرله. لوکرېشیا ماټ ، چې هغه مهال یوه باتجربه راهبه او د غلامۍ مخالفه وه، یوازنۍ ښځه وه چې په فیلاډلفیا کې یې د یوې ادارې په ناسته کې وینا وکړه. د کنوانسیون تر جوړېدو څو ورځې وروسته، د نورو استازو په ټینګار سره ماټ او نورو سپینپوستو او تور پوستو ښځو «د فیلاډلفیا د غلامۍ ضد ښځینه ټولنه» جوړه کړه. دغه ټولنه هم له غلامۍ او هم له توکمپالنې سره مخالفه وه او د فیلاډلفیا د تور پوستو له ټولنې سره یې ښې اړیکې جوړې کړې. ماټ به هم تر ډېره د تور پوستانو په کلیساوو کې ویناوې کولې.
که څه هم اغلې ماټ د غلامۍ د پلویانو له ټولنیزو ربړونو او د بدهضمۍ له ناروغۍ سره مخامخ وه، خو بیا یې هم د غلامۍ په مخالفت کې خپل کار ته دوام ورکړ. د غلامۍ د مخالفینو لپاره یې د کورونو بودیجه مدیریت کړه، چې د تښتېدلیو غلامانو په ګډون د مېلمنو پالنه وکړي او دا بودیجه یې خیریه ټولنو ته ورکړه. ماټ د دې لپاره ډېره ستایل شوې ده، چې هم یې خپلې کورنۍ ته لاسرسی کاوه او هم یې د غلامۍ ضد فعالیتونه کول. د ورځپاڼې یو اېډېټر یې په اړه وايي: "ماټ د دې لپاره کلک دلیل دی، چې یوه ښځه خپل چاپېریال پراخولی شي، پرته له دې چې پرې یې ږدي". ماټ او نورو ښځینه فعالانو، د غلامۍ ضد نندارتونونه جوړ کړل، تر څو عامه پوهاوی او عاید ډېر شي او د بودیجې ډېره برخه یې غورځنګ ته ځانګړې کړه.[۹][۱۰]
د غلامۍ ضد نړیوال کنوانسیون
[سمول]ماټ د ۱۸۴۰ ز کال په جون میاشت کې په غلامۍ ضد عمومي کنوانسیون کې ګډون وکړ، چې چې په عمومي توګه د غلامۍ ضد نړیوال کنوانسیون بلل کېږي. دا کنوانسیون د انګلستان په لندن ښار کې جوړ شوی و. که څه هم ماټ د شپږو ښځینه استازو له ډلې وه، خو د کنفرانس تر پیلېدو وړاندې نرانو له کنفرانس نه د امریکايي ښځو ایستلو ته رایه ورکړه او ښځینه استازو ته وویل شول چې، په یوه جلا ځای کې کېني. د غلامۍ ضد رهبرانو نه غوښتل چې د ښځو د حقونو موضوع ،په ټوله نړۍ کې د غلامۍ له ختمولو سره وتړل شي او په دې توګه د غلامۍ پر ختمولو تمرکز کمرنګه شي. پر دې سربېره، د هغه مهال ټولنیزو دودونو هم په سیاسي ژوند کې د ښځو بشپړ ګډون ته ځای نه ورکاوه. د ویلیم لویډ ګریسون او ونډل فیلیپس په ګډون د دغه کنوانسیون څو تنو امریکايي نارینه ګډونوالو د ښځو پر محرومیت اعتراض وکړ. ګریسون، ناټانیل پیباډري راجرز، ویلیم اډم او چارلز لنوکس ریمونډ په جلا شوي ځای کې له ښځو سره کېناستل. [۱۱][۱۲]
ماټ چې د انګلستان او سکاټلنډ په فعالو مناظرو کې تشویق شوې وه، له غلامۍ سره د مبارزې لپاره له نوې انرژۍ سره متحدو ایالتونو ته را وګرځېده. د نیویارک او بوسټون په څېر لویو شمالي ولایتونو لپاره یې د یوې عمومي وینا پروګرام جوړ کړ او غلام لرونکو ایالتونو ته یې څو اونیز سفر په بالټیمور، مریلنډ او د ویرجینیا په نورو ښارونو کې په ویناوو سره جاري وساته. دې اراده وکړه چې د غلامانو له بادارانو سره وګوري او د غلامۍ پر اخلاقیاتو خبرې وکړي. ماټ په کلمبیا کې د خپلې وینا وخت د کرېسمېس له رخصتیو نه د کانګرس د راګرځېدو له وخت سره هممهاله تنظیم کړ. د کانګرس څه باندې ۴۰ غړو ګډون په کې وکړ. دغه مهال یې له ولسمشر «جان ټایلر» سره هم یوه رسمي لیدنه لرله. [۱۳][۱۴][۱۵]
شخصي ژوند
[سمول]لوکرېشیا کافین د ۱۸۱۱ ز کال د اپریل میاشتې په ۱۰مه نېټه په فیلاډلفیا کې له جېمز ماټ سره واده وکړ. دوی شپږ بچیان لرل. دویم بچی یې «توماس ماټ» په دوه کلنۍ کې مړ شو. نور بچیان یې ټول په غلامۍ ضد غورځنګونو او نورو اصلاحي خوځښتونو کې فعال شول او د خپلې مور او خپل پلار لاره یې تعقیب کړه. مشر لمسی یې «مې هالوول لوډ» هنرمند شو.
ماټ د ۱۸۸۰ ز کال د نومبر میاشتې په ۱۱مه نېټه، په پنسلوانیا کې په خپل کور کې د سینه بغل ناروغۍ له امله مړه شوه. د فیلاډلفیا په شمال کې د دوستانو د ټولنې (کواکر) په هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه. [۱۶]
سرچینې
[سمول]- ↑ "UPI Almanac for Thursday, Jan. 3, 2019". United Press International. January 3, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په January 3, 2019. بياځلي په September 3, 2019.
feminist/abolitionist Lucretia Mott in 1793
- ↑ Faulkner 2011، م. 14.
- ↑ Payne 2011، م. 20.
- ↑ Faulkner 2011، م. 12.
- ↑ Faulkner 2011، مم. 8, 14.
- ↑ Faulkner 2011، مم. 34, 36.
- ↑ Faulkner 2011، م. 33, 34.
- ↑ Faulkner 2011، مم. 24–27.
- ↑ Faulkner 2011، م. 169.
- ↑ Bacon 1999، م. 68.
- ↑ Winifred, Conkling (February 13, 2018). Votes for women! : American suffragists and the battle for the ballot (First ed.). Chapel Hill, North Carolina. p. 27. ISBN 9781616207342. OCLC 1021069176.
{{cite book}}
: CS1 maint: location missing publisher (link) - ↑ Rodriguez 2011، مم. 585–596.
- ↑ Bacon 1999، م. 105.
- ↑ Haydon 1840.
- ↑ Bacon 1999، م. 92.
- ↑ Friedan 2001، م. 221.