د رای حق
د سفرېج Suffrage اصطلاح ندرتاً د استازو د ټاکنو لپاره کارول کېږي . حال دا چې دغه اصطلاح همدا رنګه په ټولپوښتنو کې هم کارول کېږي. په ډیرو ولسواکو نظامونو کې، د استازو په ټاکنو کې وړ رای ورکوونکي کولای شي چې رای ورکړي. د ریفرنډم یا ټول پوښتنې له لارې د ستونزو په اړه هم رای ورکول شته. د بېلګې په ډول، په سویس کې، د حکومت په ټولو برخو کې دې تګلارې ته اجازه ورکول کېږي. په متحده ایالاتو کې، ځینې ایالتونه لکه کلیفورنیا، واشنګټن، او ویسکانسن خپل ګډ حاکمیت عملي کړ څو اتباعو ته د ریفرندم په واسطه د لیکلو، وړاندیزونو او د رای ورکولو فرصت ورکړي؛ نورو ایالتونو او فدرالي حکومت دا کار نه دی کړی. په بریټانیا کې هم ریفرندم لږ تر سترګو کېږي. وړ اتباعو ته د رای ورکولو حق هغه وخت ورکول کېږي چې د رای ورکولو عمر ته ورسېږي. هغه څه چې یو وړ تبعه مشخص کوي د حکومت په پرېکړه پورې اړه لري. غیر اتباع استوګن په ځینو هېوادونو کې کولای شي چې رای ورکړي چې دا ډول حق ممکن د دېرو مرتبطو هېوادونو د اتباعو (د بیلګې په توګه، د مشترک المنافع هېوادنو او د اروپایي اتحادیې د اتباعو) یا ځینو دفترونو یا موضوعاتو لپاره محدود شوي وي. [۶][۷][۸] ایتیمولوژي (د کلماتو ریښه پېژندنه)[سمول]د سفریج suffrage کلمه د suffragium له لاتینې کلمې څخه اخیستل شوې چې په لمړیو کې د "رای ورکولو صفحې"، یعنې "د رای پاڼې"، "رایه"، یا "د رایې حق" په معنی وه. د Suffragium کلمه په دویمه پیړۍ کې او له هغه وروسته د "سیاسي ملاتړ، نفوذ، ګټو، یا ملاتړ" او ځینې وختونه "لوی تشویق" یا "هڅولو" په معنی راغلې ده. دغه کلمه په څلورمه پیړۍ کې د "منځګريتوب یا شفاعت" لپاره کارول کېده چې د خدای سره د ارباب در اړیکي له امله شفاعت غوښتل کېده. د Suffragium کلمه په پینځمه او شپږمه پېړۍ کې د نفوذ لاس ته راړلو یا په دفتر کې د ګمارلو څخه د ګټې اخیستنې په تړاو کارول کېده او دغه کلمه بالاخره رشوت ته وېل کېده. ویلیم سمیت د Suffragium ترsub "لاندې" + fragor د "ماتېدلو، لوړ اواز، چيغو (د ملاتړ لپاره) په معني چې له frangere "ماتولو" سره تړاو لري، ردوي. ایدوارد وندر لیکي Eduard Wunder چې دغه کلمه کیدای شي د suffrago سره تړاو ولري، چې د پښې د ښنګري په هډوکي یا د پښو د بند په هډوکي دلالت کوي. په ۱۷ پېړۍ کې suffrage خپله لاتیني معني suffragium یا "رای" یا "د رایې ورکولو حق" بیرته ترلاسه کړ.[۹][۱۰][۱۱] ډولونه[سمول]د رای ورکولو جامع حق[سمول]د رای جامع حق د جنسیت، نژاد، دین، ټولنیز وضعیت، د زده کړې د کچې یا شتمنۍ له محدودیت پرته د رای ورکولو حق دی. په عموم ډول د رای ورکولو دا ډول حق د یوې سیمې ټول اوسیدونکي تر پوښښ لاندې نه راولي ځکه چې د تابعیت، عمر او کله نا کله د ذهني وړتیا یا جرمي محکومیت له امله هم په مکرر ډول تبعیض رامنځ ته کېږي. د کورسیکن لنډمهاله جمهوریت (۱۷۵۵ – ۱۷۶۹) لومړنی هېواد و چې له ۲۵ کاله پورته ټولو اتباعو ته یې د جامع رای محدود حق ورکړ. د منچستر له ۶۰ زره تر ۸۰ زره نارینه او ښځينه وو له شاوخوا ۳۰ مایلونو واټن څخه د ښار په سینت پیتر چوک کې په ۱۸۱۹ ز کال کې راټول شول څو د پارلمان په غونډو کې د دوی د استازیتوب د نشتوالي په اړه اعتراض وکړي. تاریخ لیکوونکي رابرټ پول د خپل عمر تر ټولو برخلیک لیکوونکې شیبه د پیترلوعام وژنه په ګوته کوي. (د پیترلو په نوم فلم کې د ښځینه مدافعینو یوه صحنه ښودل شوې چې په لاریون کې د ګډون پلان جوړوي.) [۱۲] دغه پېښه د پاریس د کمیون د ۱۸۷۱ ز کال او د فرانسویل ټاپو د جمهوریت د (۱۸۱۹) ز کال په نورو پېښو سره مل شوه. له ۱۸۴۹ ز کال تر ۱۸۵۲ کال پورې، د هاوايي شاهي نظام د جنسیت له ذکر پرته جامع رای ورکړه. کله چې د هاوایی شاهي نظام د کودتا له امله په ۱۸۹۳ ز کال کې نسکور شو، نیوزیلند یوازینی خپل اختیاره هېواد و چې جامع (فعاله) رای یې عملي کړه چې په نړۍ کې د ازادۍ بنسټ شاخص نیوزیلنډ په نړۍ کې د یوازینی ازاد هیواد په توګه په ۱۸۹۳ ز کال کې ثبت کړ. [۱۳][۱۴] د ښځو د رای ورکولو حقوق[سمول]خو په دې سند کې د تعدیل تګلاره ټاکل شوې نه وه او په ۱۸۴۴ ز کال کې دغه شرایط په سمدستي توګه د راتلونکي اساسي قانون په تصویب سره بدل شول چې د رای ورکولو حقوق بېرته "ټولو سپینو پوستو نارینه وو" ته محدود شول. [۱۶] که څه هم په ۱۸۴۰ ز کال کې د هاوايي شاهي نظام ښځو ته د رای حق ورکړ خو په ۱۸۵۲ زکال کې دغه حق بېرته لغوه شو. په سویډن، بریتانیا او د امریکا متحده ایالاتو په ځینو لویدیځو ایالتونو کې په ۱۸۶۰ لسیزه کې د رای ورکولو محدود حقونه ترلاسه شول. په ۱۸۹۳ زکال کې نیوزیلنډ چې د بریټانیا ښکیلاکي وه لومړی خپلواکه حکومت شو چې ټولو بالغو ښځو ته یې د رای ورکولو حق ورکړ. د سویلي اسټرالیا ښځو په ۱۸۹۴ زکال کې د رای ورکولو او پارلمان ته د نوماند کېدو حق ترلاسه کړ. د روسیې په سترواکۍ کې د فنلند خپل اختیاره دوک اوسېدونکې خاوره لومړنی هیواد و چې ټولو ښځو ته یې اجازه ورکړه چې هم رایه ورکړي او هم پارلمان ته ځان نوماند کړي. [۱۷] د ښځو د رای د حقوقو ضد پروپاګنډ[سمول]هغه کسان چې د ښځو د رای حقوقو د خوځښت ضد وو، د دې سياسي حرکت د کمزوري کولو لپاره یې عامه بنسټونه جوړ کړل چې اصلي دليل يې دا وو چې د ښځې ځای کوردی، نه ټاکنې. په داسې حال کې چې مخالفینو د ښځو د رای حق پرخلاف د کمپاین لپاره د مشروع ډلو په را ټولولو کار کولو، سیاسي کاریکاتورونه او د ښځو د حقونو په اړه د خلکو قهر زیات شو. د ښځو د رای حق د پراختیا پر ضد د ماساچوست ټولنه یو له هغو بنسټونو څخه وه چې په ۱۸۸۰ ز کال کې را پورته شو څو د ښځو د رای د حقوقو هڅو مخه و نیسي. [۱۸] ډیری د رای ورکولو ضد پروپاګنډ په سیاست کې د ښځو مفکوره مسخره کړه. سیاسي کاریکاتورونو د ښځو سره د خواخوږۍ په څرګندولو ښودله چې د ښځو د رای حق ستونزه دې د نارینه وو د ژوند له ستونزو سره تبادله شي. ځینو د بشپړ پورته ږمنځ شویو وېښتانو په سټایل سره د ښځو د رای په حق ملندې وهلې. نورو بیا ځوانې نجونې په انځور کې را وستلې چې په ژوند کې له ناکامۍ، لکه واده نه کولو، وروسته د ښځو د رای ورکولو د حقوقو په ملاتړو بدلیږي. [۱۹] د رای ورکولو مساوي حقوق[سمول]د مساوي رای حق ځینې وختونه د جامع رای له حق سره مغشوش کېږي، که څه هم د لمړۍ کلمې معنی د طبقاتي رایو له منځه وړل دي چې په کې یو رای ورکوونکی کولای شي د عاید، شتمنۍ یا ټولنیز موقف سره سم د څو شمېر رایو حق ولري. [۲۰] د څو رایو حق[سمول]دا حق چې د "شتمنۍ په بنسټ د رایې حق" په نوم هم یادېږي، د مساوي رایې د حق بر خلاف دی. پدې معنی چې د رایې د وړ کسانو لخوا د رایو اچول مساوي ندي، بلکه د شخص د رتبې سره سم توپیر لري (د بیلګې په توګه، د لوړو زده کړو لرونکي د هغو په پرتله چې ټیټه زده کړې لري، د ډیرو رایو حق لري. یا په یوه شرکت کې د ډیرې ونډې لرونکی د هغه چا په پرتله چې لږ ونډې لري ډیرو رایو حق لري).پدې ډول کې رایه ورکول ممکن محدود وي، مګر بیا هم جامع کیدی شي. د جبري رای ورکولو حق[سمول]په هغه ځای کې چې د جبري رای ورکولو بېلګه شته هغه کسان چې وړ دي اړ دي چې د قانون پر بنسټ یا بل ډول جبري رای ورکړي. [۲۱] سوداګریزه رایه[سمول]د انګلستان په سیمه ییز حکومت او د هغه په ځینو پخوانیو ښکېلاکي کې، سوداګریو له په خوا راهیسې او ځینې یې اوس هم په هغو ښاري سیمو کې مالیه ورکوي د رای ورکولو حق لري. دا د طبیعي شخصیت څخه حقوقي شخصیت ته د تاریخي ملکیت له مخې د رای ورکولو د حق غځول دي. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵] سرچينې او ياداښتونه[سمول] |
- ↑ کينډۍ:AHDict
- ↑ "Definition of "suffrage" – Collins English Dictionary". نه اخيستل شوی 28 July 2015.
- ↑ "suffrage – definition of suffrage in English from the Oxford dictionary". Archived from the original on 25 December 2018. نه اخيستل شوی 28 July 2015.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "Deprivation of the Right to Vote". ACE Electoral Knowledge Network. Aceproject.org.
- ↑ Gianoulis, Tina (2015). "Women's Suffrage Movement" (PDF). glbtq. Archived (PDF) from the original on 29 March 2019.
- ↑ "Who is eligible to vote at a UK general election?". The Electoral Commission. Archived from the original on 2014-04-19. نه اخيستل شوی 2021-11-11
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "Can I vote?". European Parliament Information Office in the United Kingdom. Archived from the original on 2016-03-11. نه اخيستل شوی 2021-11-11
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "Why Can Commonwealth Citizens Vote in the U.K.? An Expat Asks". The Wall Street Journal. 27 April 2015. نه اخيستل شوی 9 February 2016.
- ↑ G. E. M. de Ste. Croix (March 1954), "Suffragium: From Vote to Patronage", The British Journal of Sociology, The London School of Economics and Political Science, 5 (1): 33–48, doi:10.2307/588044, JSTOR 588044
- ↑ "LacusCurtius • Voting in Ancient Rome – Suffragium (Smith's Dictionary, 1875)". Penelope.uchicago.edu. نه اخيستل شوی 21 June 2013.
- ↑ "Suffrage". Merriam-webster.com. 31 August 2012. نه اخيستل شوی 21 June 2013.
- ↑ Poole, Robert (April 2006). "'By the Law or the Sword': Peterloo Revisited". History. 2 (302): 254–276. doi:10.1111/j.1468-229X.2006.00366.x. JSTOR 24427836.
- ↑ Nohlen, Dieter, e al. (2001). Elections in Asia and the Pacific: South East Asia, East Asia, and the South Pacific. p. 14. Oxford University Press, 2001
- ↑ A. Kulinski, K. Pawlowski. The Atlantic Community – The Titanic of the XXI Century. p. 96. WSB-NLU. 2010
- ↑ "Definition of SUFFRAGE". www.merriam-webster.com (په انګليسي). نه اخيستل شوی 1 July 2019.
- ↑ "The New Jersey Constitution of 1776". نه اخيستل شوی 17 December 2006.
- ↑ "Votes for Women". Electoral Commission of New Zealand. Archived from the original on 19 August 2012. نه اخيستل شوی 11 August 2020.
- ↑ "Opposition to Suffrage". History of U.S. Woman's Suffrage (په انګليسي). نه اخيستل شوی 4 April 2019.
- ↑ "12 Cruel Anti-Suffragette Cartoons". mentalfloss.com (په انګليسي). 21 June 2015. نه اخيستل شوی 4 April 2019.
- ↑ "Definition: suffrage". Websters Dictionary. Archived from the original on 28 June 2011. نه اخيستل شوی 24 October 2011.
- ↑ "CIA:The World Factbook". Archived from the original on 9 January 2008. نه اخيستل شوی 22 May 2012.
- ↑ Johal, Sukhdev; Moran, Michael; Williams, Karel (2012). "The future has been postponed: The Great Financial Crisis and British politics". British Politics. 7 (1): 69–81. doi:10.1057/bp.2011.30. ISSN 1746-918X. S2CID 153648412.
- ↑ Leaver, Adam. "Banking's groundhog day". www.redpepper.org.uk. Red Pepper. نه اخيستل شوی 21 December 2017.
- ↑ "Written Answers to Questions – City of London Remembrancer". Hansard. UK Parliament. 3 March 2014. 3 March 2014 : Column 593W. نه اخيستل شوی 28 October 2014.
- ↑ Mathiason, Nick; Newman, Melanie (9 July 2012). "City of London Corporation: a lesson in lobbying". The Guardian.