BBC News, پښتو - کور پاڼه

ټرمپ

ژوندۍ پاڼه,
ټرمپ وايي، که ایران بیا پر قطر برید وکړي، امریکا به یې د ګازو مهم تاسیسات 'په پراخه کچه' ویجاړ کړي

د امریکا ولسمشر پر ټروت سوشل ټولنیزې شبکې په سختو ټکو لیکل شوي یوه پیغام کې ایران ته د قطر د راس لفان انرژۍ کمپلیکس له برید وروسته د غچ اخیستنې په تړاو خبرداری ورکړی، چې د نفتو دولتي ادارې په خبره "پراخ زیان" یې اړولی، خو څوک ټپيان شوي نه دي.

مهم خبرونه

لنډې ویډیوګانې

  • کابل
  • فرحان حق
  • kabul
  • kabul
  • Keyframe #4
  • Keyframe #5
  • Keyframe #9
  • کندهار
  • مجتبی خامنه اي
  • ایران

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • علي لاریجاني

    د ایران د ملي امنيت مشر علي لاريجاني څوک و؟

    د اسرائيلو د دفاع وزير يسرائيل کاټس د سه شنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د ايران د ملي امنيت د عالي شورا منشي علي لاريجاني په يوې اسرائيلي هوايي برید کې وژل شوی دی. ايراني رسنيو ويلي و چې لاريجاني به د اسرائیلي رسنیو له لوري د هغه د مړينې د خپرو شویو خبرونو په اړه وينا وکړي، په داسې حال کې چې تر دې دمه د ايران د رسمي غبرګون نشتوالي له امله د دې ايراني مشر برخلیک ناڅرګند پاتې دی.

  • یو پوځي په دروازه کې ولاړ دی

    امید مرکز چیرې دی چې د ډېرو هیلې په کې ورژېدې؟

    د مارچ په ۱۶مه نېټه پر کابل د پاکستاني ځواکونو له بمباریو سره پر خواله رسنیو بېلابېلې انګیرنې خپرېدلې چې برید چیرې شوی دی. له بریدونو ساعت وروسته، د طالبانو حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وویل " د پاکستاني ځواکونو د برید له امله ګڼ شمېر ملکي وګړي، چې ډېری یې د درملنې لاندې معتادین وو، وژل شوي او ټپیان شوي دي".

  • طالبان د مولوي هبت الله انځور لېږدوي

    ولې هبت الله اخوندزاده اختریز پیغام کې پاکستان سره د جګړې کومه یادونه نه ده کړې؟

    نوموړي پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي ویلي" له ټولو خواوو څخه غواړو چې د افغانستان د خلکو معتقداتو او ارزښتونو ته درناوی وکړي او زموږ په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي." هغه ویلي "اسلامي امارت د نړۍ په هره برخه کې د مسلمانانو پر وړاندې ناوړه کړنې او د هغوی پر حقوقو تجاوز ظلم بولي او په کلکو ټکو یې غندي."

  • د یوه سړي مرکب انځور چې محافظتي خولۍ او دستمال یې پر سر دی او له یوه لوښي څخه څه څښي. په شالید کې موږ د توغندي برید له امله د پورته کېدونکي لوګي یو جلا انځور وینو.

    ایا له ایران سره د امریکا او اسرائیلو په شخړه کې اوبه د جګړې وسله ګرځېدلې؟

    هغه صحنې چې په ګڼ شمېر وېروونکو ناولونو او فلمونو کې د طبیعي سرچینو د کمېدو په شالید کې د شخړې پېښې انځوروي، ښايي له واقعته دومره لرې نه وي، په ځانګړې توګه له هغه وخته چې له ایران سره د امریکا او اسرائیلو جګړه سخته شوې ده.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۹ مارچ ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۱۸ مارچ ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۸ مارچ ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي