Jump to content

انساني حکمت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انساني حکمت یا انټروپوسوفي هغه معنویت پالونکی خوځښت دی چې بنسټ یې د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې د ارواه پالونکي روډولف شټاینر له خوا کېښودل شو او د یوې عیني معنوي او عقلاني درک وړ نړۍ د شتون فرضیه وړاندې کوي. د انساني حکمت پالنې د ملاتړو موخه دا ده چې د احساسي تجربې اړوند د خپلواک تفکر له لارو چارو څخه په ګټنې د معنوي پراختیا په برخه کې مخکې لاړ شي. په داسې حال کې چې د انټروپوسوفي ډیرې برخې شبه علمي بڼه لري (یعنې دا چې د علمي لارو چارو پر بنسټ نه دي)، خو پلویان یې ادعا کوي چې دوی خپل لیدلوري په داسې توګه وړاندې کوي چې په عقلاني بحث سره تائید وړ دي او څرګندوي چې دوی په دې لټه کې دي څو خپلې چارې په کره بڼه له هغو لارو چارو او توضیحاتو سره د پرتلې وړ وګرځوي چې ساینس پوهان یې د فزیکي نړۍ اړوند ترسره کوي. [۱][۲][۳][۴]

انساني حکمت یا انټروپوسوفي په جرمني آیډیالېزم، عرفاني فلسفو او د نژاد پرستانه شبه علمي چارو په ګډون په علم ته ورته مواردو کې ریښه لري. شټاینر د انټروپوسوفي اصطلاح (له یوناني انټرو پو- 'انسان'، او سوفیا، 'حکمت' څخه اخیستل شوې) انسان پالنې ته د خپلې فلسفې د انحراف او پر هغو باندې د ټینګار په موخه غوره کړه. نوموړي خپله دغه فلسفه «د معنوي نړۍ علمي څېړنه» تعریف کړې او یو شمېر نور یې «د فلسفې او کلتور خوځښت»، «معنوي خوځښت»، «معنوي پوهه»، یا «فکري نظام» بولي. د انساني حکمت نظریات د نورو ځای نیونکو خوځښتونو له خوا په ګڼ شمېر برخو له دې ډلې په زده کړو (په والډورف ښوونځیو او همدارنګه په کمپهېل خوځښت کې)، کرهڼې، طبابت، بانکوالۍ، سازماني پراختیا او هنرونو کې کارول شوي دي. د شټاینر د نظریاتو اصلي ملاتړی سازمان انټروپوسوفیکي ټولنه ده چې مرکزي دفتر یې د سویس د درناش ښار په ګویتنهم ماڼۍ کې دی.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د انټروپوسوفي په ملاتړ کوونکو کې لیکوالان سال بلو او سلما لاګرلوف؛ نقاشان پیټ مونډریان، واسیلي کانډینسکي او هیلما آف کلینټ؛ فلم جوړونکی آندري تارکوفسکي؛ د ماشومانو اروایي درملګره ایوا فرومر؛ په موسیقۍ درمل کوونکې ماریا شوپل؛ د رومووا آئین بنسټګر ویودوناس او د ګرجستان پخوانی ولسمشر زویاد ګامساخوردیا شامل دي. په داسې حال کې چې د کرهڼه پالونکي ارهارډ بارتش، ډګروال هرمن شنایډر او د ګشتاپو د رئیس هاینریش مولر په ګډون د نازي ګونډ ډیری مخکښ غړي د انټروپوسوفي پلویان پاتې شوي، خو له دې سره د سپین ګل د مقاومت کوونکي خوځښت د غړې تراوتا لافرینز په څېر یو شمېر نازي ضد کسان یې هم پیروان و. ورته مهال روډولف هس چې د والډورف ښوونځيو مشر او مالي ملاتړ کوونکی او همدارنګه د بایوډینامیکي کرهڼې یو له سرسختو دفاع کوونکو څخه و؛ د انساني حکمت یا انټروپوسوفي له ملاتړو څخه و. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

مذهبي تاریخ لیکونکي اولاو هامر د انټروپوسوفي اصطلاح د «اروپا په تاریخ کې د مهمې معنوي ټولنې» په توګه یاده کړې. له دې سره د مایکل شرمر، مایکل روس، ادزارد ارنست، ډیویډ ګورسکي او سیمون سنګ په ګډون ګڼ شمېر ساینس پوهانو، طبیبانو او فیلسوفانو د طبابت، ژوند پوهنې، کرهڼې او زده کړو په برخه کې د انټروپوسوفي کارونه ګواښوونکې بللې او پر هغو باندې یې د شبه علمي موضوع په توګه نقد کړی دی. د شټاینر په هغو ادعا ګانو کې چې معاصر علم رد کړې دي؛ نژادي تکامل، کړنلار لیدنه (شټاینر ادعا کوله چې هغه کړنلار لیدونکی و) او اتلانتیس افسانه په کې شاملېږي. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

تاریخچه

[سمول]

د انټروپوسوفي د بنسټګر روډولف شټاینر لومړنۍ چارې د فلسفې د آزادۍ (Philosophy of Freedom) تر عنوان لاندې (چې همدارنګه د معنوي چارو او د یو معنوي مسیر په توګه د شهودي تفکر په توګه هم ژباړل شوی) د هغه د اثر پر مټ خپل اوج ته ورسېدې. په دغه اثر کې شټاینر د باطني تجاربو په ځانګړې توګه د هغو تجربو پر مټ چې د تفکر د خلاقانه فعالیت پر بنسټ رامنځته کېږي د آزادې ارادې (اختیار) مفهوم ته وده ورکړه. [۴۵]

د شلمې پېړۍ په پیل کې د شټاینر لیوالتیا په ځانګړې بڼه د معنویت لور ته منحرفه شوه. د هغه چارې لامل وګرځېدې د هغو پام جلب کړي چې د معنویت له نظریاتو سره یې لیوالتیا لرله؛ یو له دغو څخه تئوسوفي ټولنه وه. له ۱۹۰۰ زکال وروسته شټاینر د تئوسوفیانو له خوا د خپلو نظریاتو د مثبت هرکلي په غبرګون کې په مخ پر زیاتوالي بڼه له تئوسوفي ټولنې سره په خپلو چارو تمرکز وکړ او په ۱۹۰۲ زکال کې په جرمني کې د دغې ټولنې د څانګې مشر وټاکل شو. د هغه د مشرۍ پر مهال د دغې ټولنې د غړو شمېر په ډارماتیکه بڼه تغیر وکړ او یوازې له څو محدود شمېر کسانو څخه یې د غړو کچه ۶۹ ډلو ته ورسېده. [۴۶]

په ۱۹۰۷ زکال کې د شټاینر او تئوسوفي ټولنې ترمنځ په اړیکو کې فاصله ښکاره شوه. په داسې حال کې چې یادې ټولنې ختیځ لیدلوري په ځانګړې توګه د هغو هندي ډول ته انحراف درلود، شټاینر هڅه کوله څو داسې لارې ته پراختیا ورکړي چې عیسویت او طبیعي علوم وپوښي. دغه جلا توب هغه مهال نور له منځه تلونکی نه و کله چې د تئوسوفي ټولنې د هماغه مهال عمومي مشرې اني بیسانټ د جدو کریشنامورتي په نامه ماشوم د عیسی بېرته را ژوندۍ شوې بڼه وبلله. شټاینر شدید مخالفت وښود او د کریشنامورتي او عیسي ترمنځ یې هر ډول پرتله ملنډې وبللې. کلونه وروسته خپله کریشنامورتي هم دغه ادعا رد کړه. له بیسانټ سره د هغه دومداره مخالفتونه لامل وګرځېدل څو نوموړی د ادیار له تئوسوفي ټولنې جلا شي. د هغه جلاتوب لامل وګرځېد د دغې ټولنې ډېری جرمني غړي او همدارنګه په ملي کچه د هغو د نورو برخو غړي یې هم ملتیا وکړي. [۴۷][۴۸][۴۹]

دغه مهال شټاینر د یو معنوي لارښود او متخصص په توګه پام وړ ځایګی موندلی و. هغه له اکاشیکو سوابقو (چې ځینې مهالونه «اکاشا تاریخ» هم بلل کېږي) څخه د خپلې مستقیمې تجربې اړوند خبرې کولې چې انګېرل کېږي د تاریخ معنوي پېښې، له تاریخ وړاندې پېښې او د نړۍ او بشریت راتلونکې بیانوي. د هغه په یو شمېر آثارو کې د باطني ودې مسیر توصیف شوی چې پر باور یې ده احساس کړی چې هر چا ته اجازه ورکوي ورته معنوي تجربو ته لاسرسی ولري. د شټاینر له نظره صوتي بصیرت کېدلای شي تر یوې کچې پورې د ځان د اخلاقي او معرفتي دسپلین د دقیقو بڼو په تمرین کولو، تمرکز او مراقبې سره پراختیا ومومي. شټاینر په ځانګړې توګه په دې باوري و چې د یوه کس معنوي وده یوازې د هغه د اخلاقي ودې له یوې دورې وروسته رامنځته کېدلای شي. [۵۰][۵۱]

په ۱۹۱۲ زکال کې شټاینر له تئوسوفي ټولنې جلا شو څو خپله جلا ډله تاسیس کړي او هغو ته یې د انټروپوسوفي ټولنې نوم غوره کړه. له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د دغې ځوانې ټولنې غړو په یو شمېر برخو لکه په ځانګړو او سنتي زده کړو، کرهڼې او طبابت کې د شټاینر له نظریاتو څخه په ګټنې د یو کلتوري خوځښت د رامنځته کولو هڅو ته مخه کړه. [۵۲]

په ۱۹۲۳ زکال کې د دغه ټولنې د مشرانو غړو چې په باطني ودې یې تمرکز درلود او همدارنګه د معاصرو ټولنیزو بدلونونو د فعال کېدو سره د لیواله ځوانو غړو ترمنځ درځ را پیدا شو. د دغه درځ رامنځته کېدو په غبرګون کې شټاینر هڅه وکړه د معنوي علومو په برخه کې د یو ښوونځي په جوړولو سره دغه درځ بېرته ډک کړي. شټاینر د دغه بېرته زېږېدلي خوځښت د معنوي بنسټ په موخه د مراقبې د بنسټیزې ډبرې (Foundation Stone Meditation) تر عنوان لاندې اثر ولیکه چې د انټروپوسوفیکي نظریاتو مرکزي ډبرلیک یې جوړ کړ. [۵۳]

شټاینر له څه باندې یو کال وروسته په ۱۹۲۵ زکال کې ومړ. دویمې نړیوالې جګړې په لنډ مهالې توګه د اروپا په لویه وچه کې د انټروپوسوفي خوځښت د چارو مخه ونیوله ځکه چې نازي دولت د هغو د کلتور ضد ګڼ شمېر عملي لارو چارو له امله د انټروپوسوفي ټولنې فعالیت منع کړ. په داسې حال کې چې د نازي ګوند لږ تر لږ یو مخکښ غړی، روډولف هس د انټروپوسوفي پیاوړی ملاتړی و، خو ډېر لږ شمېر انټروپوسفېستان ملي سوسیالېست ګوند ته اړوند و. په واقعیت کې شټاینر د نازي رژیم په لوړو پوړیو کې هم ملاتړي او هم مخالفین لرل. سټوډن مایر د «ګڼ شمېر وګړو تر لاس لاندې د ګوندي څو کلن نظام» اړوند خبرې کولې، له همدې امله د انټروپوسوفي پر وړاندې د نازیسم کړنلار د هغوی د ایډیولوژیک یووالي له مخې نه مشخصه کېږي. هغه مهال چې هس بریتانیا ته کډوال شو، دغې ټولنې خپل پیاوړی ملاتړی له لاسه ورکړ، خو له دې سره هم انټروپوسفېستان د مخکښو نازیانو ترمنځ بې ملاتړو پاتې نه شول. [۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰][۶۱][۶۲][۶۳][۶۴]

دریم رایش د معنوي مواردو اړوند نږدې ټول بنسټونه وتړل او څرګندوله یې چې دغه بنسټونه د یهودانو له خوا کنټرول کېږي. خو بیا هم له هغه مهال څخه را وروسته تر ۲۰۰۷ زکال کې پورې په ۵۰ هېوادونو کې د انټروپوسوفي ټولنې څانګې په ملي کچه پرانیستل شوې او همدارنګه په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۰ زره بنسټونه د انټروپوسوفيکي نظریاتو (د انساني حکمت د نظریاتو) پر بنسټ کار کوي. [۶۵][۶۶]

سرچينې

[سمول]
  1. Staudenmaier, Peter (2010). Between Occultism and Fascism: Anthroposophy and the Politics of Race and Nation in Germany and Italy, 1900-1945 (PDF) (PhD thesis). Cornell University. hdl:1813/17662. OCLC 743130298. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2022-10-09.
  2. Anthroposophy Archived 2021-02-08 at the Wayback Machine., 1998?, Encyclopedia Britannica online. "Anthroposophy, philosophy based on the premise that the human intellect has the ability to contact spiritual worlds. It was formulated by Rudolf Steiner (q.v.), an Austrian philosopher, scientist, and artist, who postulated the existence of a spiritual world comprehensible to pure thought but fully accessible only to the faculties of knowledge latent in all humans."
  3. Steiner, Rudolf (1984). McDermott, Robert (ed.). The essential Steiner : basic writings of Rudolf Steiner (1 ed.). San Francisco: Harper & Row. ISBN 0-06-065345-0.
  4. "Anthroposophy", Encyclopædia Britannica online, accessed 10/09/07
  5. Staudenmaier, Peter (1 February 2008). "Race and Redemption: Racial and Ethnic Evolution in Rudolf Steiner's Anthroposophy". Nova Religio. 11 (3): 4–36. doi:10.1525/nr.2008.11.3.4.
  6. Staudenmaier, Peter (2010). Between Occultism and Fascism: Anthroposophy and the Politics of Race and Nation in Germany and Italy, 1900-1945 (PDF) (PhD thesis). Cornell University. hdl:1813/17662. OCLC 743130298. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2022-10-09.
  7. Clement, Christian, ed. (2013). Schriften über Mystik, Mysterienwesen und Religionsgeschichte (in الماني). Stuttgart-Bad Cannstatt: Frommann-Holzboog. p. xlii. ISBN 978-3-7728-2635-1.
  8. McKie, Robin; Hartmann, Laura (28 April 2012). "Holistic unit will 'tarnish' Aberdeen University reputation". The Guardian (in انګليسي). بياځلي په 1 October 2022.
  9. Steiner, Rudolf (1984). McDermott, Robert (ed.). The essential Steiner : basic writings of Rudolf Steiner (1 ed.). San Francisco: Harper & Row. ISBN 0-06-065345-0.
  10. Rudolf Steiner, Waldorf Education and Anthroposophy, Anthroposophic Press 1995 ISBN 0880103876
  11. Steiner, Rudolf (1965). Philosophie und Anthroposophie: Gesammelte Aufsätze, 1904-1918 (in الماني). Verlag der Rudolf Steiner-Nachlassverwaltung.
  12. Phillips, D. C. (2014-05-19). Encyclopedia of Educational Theory and Philosophy (in انګليسي). SAGE Publications. p. 847. ISBN 978-1-4833-6475-9. خوندي شوی له اصلي څخه په 2021-06-01. بياځلي په 2021-04-10.
  13. Carole M. Cusack; Alex Norman, eds. (2012). Handbook of new religions and cultural production. Leiden: BRILL. ISBN 978-90-04-22648-7. OCLC 794328527.
  14. Steiner, Rudolf (2002). What is anthroposophy?: three perspectives on self-knowledge. Christopher Bamford. Great Barrington, MA: Anthroposophic Press. ISBN 0-88010-506-2. OCLC 49531507.
  15. Weiner, Irving B.; Craighead, W. Edward (2010-01-19). The Corsini Encyclopedia of Psychology, Volume 1 (in انګليسي). John Wiley & Sons. p. 86. ISBN 978-0-470-17025-0. خوندي شوی له اصلي څخه په 2021-06-01. بياځلي په 2021-04-10.
  16. Steiner, Rudolf (1984). McDermott, Robert (ed.). The essential Steiner : basic writings of Rudolf Steiner (1 ed.). San Francisco: Harper & Row. ISBN 0-06-065345-0.
  17. Carlo Willmann, Waldorfpädagogik: Theologische und religionspädagogische Befunde, ISBN 3-412-16700-2, Chap. 1
  18. Heiner Ullrich, "Rudolf Steiner" Archived 2015-09-24 at the Wayback Machine., Prospects: the quarterly review of comparative education (Paris, UNESCO: International Bureau of Education), vol. XXIV, no. 3/4, 1994, p. 555–572.
  19. Peter Schneider, Einführung in die Waldorfpädogogik, ISBN 3-608-93006-X
  20. Ullrich, Heiner (2010). Rudolf Steiner: Leben und Lehre. Munich: C. H. Beck. p. 9.
  21. Robert Fulford, "Bellow: the novelist as homespun philosopher", The National Post, October 23, 2000
  22. Walter Kugler, Feindbild Steiner, 2001, P. 61
  23. Peg Weiss, "Kandinsky and Old Russia: The Artist as Ethnographer and Shaman", The Slavic and East European Journal, Vol. 41, No. 2 (Summer, 1997), pp. 371–373
  24. David Hier. "Arts Ablaze, Kandinsky: The Path to Abstraction 1908–1922". Gbh-Chs: Artsablaze.co.uk. خوندي شوی له اصلي څخه په 2013-10-14. بياځلي په 2013-12-31.
  25. "Layla Alexander Garrett, Nostalghia, Andrey Tarkovsky-Enigma and Mystery". Acs.ucalgary.ca. خوندي شوی له the original on 2009-09-27. بياځلي په 2013-12-31.
  26. Frommer, E. A. Voyage through Childhood into the Adult World - A Guide to Child Development, London: Pergamon. 1969. ISBN 978-1869890599
  27. Fiona Subotsky, Eva Frommer (Obituary) Archived 2016-12-26 at the Wayback Machine., 29 April 2005. doi:10.1192/pb.29.5.197
  28. "Musiktherapie". www.musiktherapeutische-arbeitsstaette.de. بياځلي په 2022-11-27.
  29. Bagdonavičius, Vaclovas. "Similarities and Differences between Vydūnas and Steiner ("Berührungspunkte und Unterschiede zwischen Vydūnas und Steiner"). [In Lithuanian]. Vydūnas und deutsche Kultur, sudarytojai Vacys Bagdonavičius, Aušra Martišiūtė-Linartienė, Vilnius: Lietuvių literatūros ir tautosakos institutas, 2013, pp. 325-330.
  30. Jacobsen, Knut A.; Sardella, Ferdinando (2020). Handbook of Hinduism in Europe. Leiden: Brill. pp. 1177–1178. ISBN 9789004432284. بياځلي په 9 December 2022. The philosopher Vilhelmas (Vilius) Storosta, or Vydunas (1868-1953), joined the Theosophical Society and was particularly interested in anthroposophy and its attempts to combine religion, science, and philosophy.
  31. Urushadze, Levari Z. "Zviad Gamsakhurdia - the first President of Georgia". Georgian National Museum (in English). بياځلي په 9 December 2022. Gamsakhurdia, although his self-proclaimed Orthodoxy was overlaid with the anthroposophy of Rudolf Steiner, promoted a distinct program of Orthodox Church-Georgian State cooperation in such spheres as education. It is interesting that "Steinerism" has come under attack in Madli [Grace], the monthly newspaper of the Georgian Patriarchate.{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link)
  32. Staudenmaier, Peter (1 April 2013). "Organic Farming in Nazi Germany: The Politics of Biodynamic Agriculture, 1933–1945". Environmental History. 18 (2): 383–411. doi:10.1093/envhis/ems154.
  33. Cowell, Alan (March 10, 2023). "Traute Lafrenz, Last Survivor of Anti-Hitler Group, Dies at 103" – via NYTimes.com.
  34. Douglas-Hamilton, James (2012). "1 Turmoil at the Dictator's Court: 11 May 1941". The Truth About Rudolf Hess. Mainstream Publishing. p. unpaginated. ISBN 978-1-78057-791-3. بياځلي په 2 October 2022. Organisations which Hess had supported, such as the Rudolf Steiner schools, were closed down.
  35. Rieppel, Olivier (2016). Phylogenetic Systematics: Haeckel to Hennig. CRC Press. p. 246. ISBN 978-1-4987-5489-7. بياځلي په 3 October 2022. Although in his reply, Himmler pretended to share Astel's assessment of anthroposophy as a dangerous movement, he admitted to be unable to do anything about the school of Rudolf Steiner because Rudolf Hess supported and protected it.
  36. Tucker, S.D. (2018). False Economies: The Strangest, Least Successful and Most Audacious Financial Follies, Plans and Crazes of All Time. Amberley Publishing. p. unpaginated. ISBN 978-1-4456-7235-9. بياځلي په 3 October 2022. according to Deputy Führer Rudolf Hess (1894-1987), those sceptics who criticised biodynamic methods on scientific grounds were just 'carrying out a kind of witch-trial' against Steiner's followers
  37. Olav Hammer, Claiming Knowledge: Strategies of Epistemology from Theosophy to the New Age, Brill 2004, pp. 329; 64f; 225-8; 176. See also p. 98,
  38. The Skeptic Encyclopedia of Pseudoscience. ABC-CLIO. 2002. pp. 31–. ISBN 9781576076538. خوندي شوی له اصلي څخه په 2016-12-24. بياځلي په 2016-10-17.
  39. Ruse, Michael (2013-09-25). The Gaia Hypothesis: Science on a Pagan Planet. University of Chicago Press. pp. 128–. ISBN 9780226060392. بياځلي په 21 June 2015.
  40. "Schools of pseudoscience pose a serious threat to education | letters". The Guardian (in انګليسي). 12 May 2012. خوندي شوی له اصلي څخه په 10 September 2017. بياځلي په 29 November 2018.
  41. Gorski, David (14 March 2011). "A University of Michigan Medical School alumnus confronts anthroposophic medicine at his alma mater". Science-Based Medicine. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 May 2019. بياځلي په 29 November 2018.
  42. Ruse, Michael (12 November 2018). The Problem of War: Darwinism, Christianity, and Their Battle to Understand Human Conflict. Oxford University Press. p. 97. ISBN 978-0-19-086757-7.
  43. Kreidler, Marc (23 July 2012). "Rudolf Steiner's Quackery". Quackwatch. بياځلي په 5 September 2021.
  44. Staudenmaier, Peter (1 February 2008). "Race and Redemption: Racial and Ethnic Evolution in Rudolf Steiner's Anthroposophy". Nova Religio. 11 (3): 4–36. doi:10.1525/nr.2008.11.3.4.
  45. Steiner, Rudolf (1984). McDermott, Robert (ed.). The essential Steiner : basic writings of Rudolf Steiner (1 ed.). San Francisco: Harper & Row. ISBN 0-06-065345-0.
  46. Of these, 55 lodges – about 2,500 people – seceded with Steiner to form his new Anthroposophical Society at the end of 1912. Geoffrey Ahern, Sun at Midnight: the Rudolf Steiner Movement and Gnosis in the West, 2nd edition Archived 2010-01-17 at the Wayback Machine., 2009, James Clark and Co, ISBN 978-0-227-17293-3, p. 43
  47. Gary Lachman, Rudolf Steiner, New York:Tarcher/Penguin ISBN 978-1-58542-543-3
  48. Of these, 55 lodges – about 2,500 people – seceded with Steiner to form his new Anthroposophical Society at the end of 1912. Geoffrey Ahern, Sun at Midnight: the Rudolf Steiner Movement and Gnosis in the West, 2nd edition Archived 2010-01-17 at the Wayback Machine., 2009, James Clark and Co, ISBN 978-0-227-17293-3, p. 43
  49. Gary Lachman, Rudolf Steiner, New York:Tarcher/Penguin ISBN 978-1-58542-543-3
  50. Ahern, Geoffrey. (1984): Sun at Midnight: the Rudolf Steiner movement and the Western esoteric tradition
  51. especially How to Know Higher Worlds and An Outline of Esoteric Science
  52. Uhrmacher, P. Bruce (Winter 1995). "Uncommon Schooling: A Historical Look at Rudolf Steiner, Anthroposophy, and Waldorf Education". Curriculum Inquiry. 25 (4): 381–406. doi:10.2307/1180016. JSTOR 1180016.
  53. "GA260 - The Foundation Stone Meditation". The Rudolf Steiner Archive. بياځلي په 2022-10-17.
  54. Inge Hansen-Schaberg and Bruno Schonig (eds.), Waldorf-Pädogogik, ISBN 3-8340-0042-6
  55. Flynn, Tom; Dugan, Dan (2007). The New Encyclopedia of Unbelief. Prometheus Books. pp. 74–76. ISBN 978-1591023913. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 June 2015. بياځلي په 27 February 2019.
  56. Zander, Helmut (2007). Anthroposophie in Deutschland : theosophische Weltanschauung und gesellschaftliche Praxis 1884-1945 / 1. Göttingen: Vandenhoeck & Ruprecht. ISBN 978-3-525-55452-4.
  57. Priestman, Karen (2009). Illusion of Coexistence: The Waldorf Schools in the Third Reich, 1933–1941 (PhD dissertation). Wilfrid Laurier University. ISBN 978-0-494-54260-6. بياځلي په 16 March 2023.
  58. Ernst, Edzard. "Rudolf Hess (Hitler's deputy) on alternative medicine". Edzard Ernst. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 September 2019. بياځلي په 29 November 2018.
  59. Staudenmaier, Peter (2014). Between occultism and Nazism: anthroposophy and the politics of race in the fascist era. Aries Books. pp. 101–145. ISBN 9789004270152. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 November 2018. بياځلي په 29 November 2018.
  60. Rieppel, Olivier (2016). Phylogenetic Systematics: Haeckel to Hennig. CRC Press. p. 246. ISBN 978-1-4987-5489-7. بياځلي په 3 October 2022. Although in his reply, Himmler pretended to share Astel's assessment of anthroposophy as a dangerous movement, he admitted to be unable to do anything about the school of Rudolf Steiner because Rudolf Hess supported and protected it.
  61. Douglas-Hamilton, James (2012). "1 Turmoil at the Dictator's Court: 11 May 1941". The Truth About Rudolf Hess. Mainstream Publishing. p. unpaginated. ISBN 978-1-78057-791-3. بياځلي په 2 October 2022. Organisations which Hess had supported, such as the Rudolf Steiner schools, were closed down.
  62. Tucker, S.D. (2018). False Economies: The Strangest, Least Successful and Most Audacious Financial Follies, Plans and Crazes of All Time. Amberley Publishing. p. unpaginated. ISBN 978-1-4456-7235-9. بياځلي په 3 October 2022. according to Deputy Führer Rudolf Hess (1894-1987), those sceptics who criticised biodynamic methods on scientific grounds were just 'carrying out a kind of witch-trial' against Steiner's followers
  63. Staudenmaier 2014، مم. 103-106.
  64. Staudenmaier 2014، مم. 118-119.
  65. Sutin, Lawrence (2014). Do What Thou Wilt: A Life of Aleister Crowley. St. Martin's Publishing Group. p. unpaginated. ISBN 978-1-4668-7526-5. بياځلي په 9 February 2023. for the Third Reich had outlawed virtually all esoteric groups (alleged to be under covert Jewish control) in Germany
  66. Staudenmaier 2014، م. 174: "Though anthroposophists complained regularly about negative publicity, Steiner’s movement received remarkably positive press coverage in the Nazi era, including outspokenly supportive pieces in the Völkischer Beobachter.108 Anthroposophist authors generally encountered few difficulties in publishing their work,109 SD specialists on occult groups made suppression of anthroposophist publications a priority, but met with relatively little success. They argued that misuse of terms such as “race, nation, community, Germanness” by non-Nazi authors, even if sincere and well-meaning, “must be regarded as an attack on the National Socialist worldview.”110 Criticizing “materialist misinterpretations” of Nazi racial theory, they contended that the Nazi conception of race united the biological with the spiritual, the physical with the soul, into one comprehensive synthesis. The SD was especially wary of spiritual groups claiming that Nazism had “adopted” some of their own ideas or that their teachings had all along been in concert with National Socialist precepts. Movements like anthroposophy, from this point of view, represented unwelcome competition."